,author,content,title 0,حبيب الله غمخور," د اوسنيو چارواکو لپاره د منلو وړ نه دي . ",د هيواد د فرهنګي او تاريخي اثارو څخه ملاتړ... 1,," ", 2,," ", 3,," ", 4,," ", 5,," ", 6,," ", 7,," ", 8,," په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر تېره اوونۍ په کندهار کي د وسله والو کسانو له خوا د کندهار ښار د شپږمي ناحيې مامويت  ورپسې د امنيې قومندانۍ او وروسته څارنوالۍ ته وغوښتل شو ، هلته  ورته وويل شول د کابل لويي څارنوالۍ په څو پرله پسې مکتوبونو کي د کندهار له چارواکو غوښتي دي چي محمديار دي ژر تر ژره ونيول شي او په کابل کي دي نوموړي څارنولۍ ته وسپارل شي  ، د محمديار نه غوښتنه وشوه چي يا به ضمانت ورکوي اويا به  په کندهار کي کوم بل کس دده ضمانت کوي تر څو محمديار په کابل کي ژر تر ژره ځان لويي څارنوالۍ ته وسپاري . په کندهار کي د احمدشابابا دعلمي او کلتوري ټولني  د هوډ مجلې چلوونکي ښاغلي ولسمل دا ضمانت وکړ او محمديار ځان په کابل کي لويي څارنوالۍ ته  وسپاره  او دوې پرله پسې ورځي ترې  پوښتني او ګروېږني وشوې  ، ددې  پېښي خبرونه دنړۍ په بېلابېلو نړيوالوراډيو ګانو او انټرنټ پاڼو کي خپور شو چي د خبر په اوريدو سره په  زيات شمېر ادبي ، کلتوري ، اوعلمي ټولنو او مرکزونو په دې اړه خپل غندنليکونه اواعلاميې خپري کړې او د محمديار نيونه اوکابل ته ليږل يې سخت وغندل . محمديار ته تر اوسه  کندهار ته د بيرته تګ  اجازه نه ده ورکول شوې  ، او که چيري کندهار ته ځي بايد د څارنوالۍ له خوا د خبر په ورکولو سره بيرته ځان په کابل کي لويې محکمي ته ورسوي . محمدياراوس په کابل لويي څارنوالۍ ته د ضمانت په ورکولو ازاد ګرځيدلای شي خو  تر اوسه د خپلي دوسيې د پايلو اوريدلو لپاره د انتظار شپې تيروي . د پېښي لامل د محمديار په لاس په کندهار کي د يوه سيمينار (( کندهار د تاريخ په اوږدو کي )) پر وخت د هغې پاڼي خپرول و کوم چي د انټر نټ له يوې پاڼي نه محمديار ته په هماغه ورځ په لاس ورغلې وه . په دې پاڼه کي د ليکل شوي مقالې نوم (( په کابل کي مرموزي پلټني )) و ، په کومه کي چي په کابل کي د اطلاعات او کلتور پر وزير نيوکي شوې وې چي په کابل کي د تاريخي اثارو په لټون کي  لاس لري او يا يي غوږونه کاڼه اچولي دي . دا ليکنه دلته لوستلای شئ . ",محمديار په کابل کي د انتظار شپې ورځي تيروي 9,," ", 10,," ", 11,," ", 12,," تېره ورځ تېر ماسپښين د اروزګان ولايت دچارچينو ولسوالۍ ديخدان په کلي کې نوم ليکني مامورين ديوه وسلوال کمين په ترڅ کې دوه نفره وژل شوي اوڅلور موټر يې سوځېدلي دي . په کندهار کې دانتخاباتو دګډکميسون مشر ډاکتر همايون په دې اړه دبينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل ."" پرون ورځ چې دچارچينو ولسوالي ديخدان په کلي کې زموږ کارکونکو ته چې دوسلوالو کسانو له کمين نيول شوى وه په هغه کې دوه نفره چې يويې د ټرينيګ افسر اوبل يې ډريوروه وژل شوي او خلور موټره سوځول شوي دي ."" دنوموړي دفتر دسکيورټي مشرپيټر  په دې ړه دبينوا ويبپاڼې خبريال ته  وويل: "" د اروزګان ولايت دچارچينو ولسوالي دې پيښې چې زموږ دوه نفره په کې وژل شوي دي دابه زموږ په کارهيڅ اغېزه وانه چوي ."" نوموړي زياته کړه :""موږ له خلکو هيله کو چې داګست تر ١٥پنځلسمې پورې ځانونه ثبت کړي چې وروسته به يې داچانس له لاسه ووزي .""ديادولوړده چې په دې وروستيو کې دادوهمه پيښه ده چې په نوموړي ولايت کې پيښږې مخکې هغه وګړي چې ځانونه يې ثبت کړي ا ود رايي اچولو کاټونه يې اخيستي وه وسلوالو کسانو وتښتول او دهزار بوس په سيمه کې چې دزبل ولايت ددايچوپان سره څيرمه ده ١٥کسه وژلي وه اودا دوهمه پيښه ده چې راسا دټولټاکنو دکميسون پر مامورينو سرته رسيږي ځايي چارواکي وايي چې دوى دپيښې په اړه پلټنه کوي روزګان والي په دېاړه دبينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل :""موږ دامهال په دغه سيمه کې عمليات شروع کړي دي سيمه موټوله محاصره کړې ده اوده عمليات يواځې دملي اردوعسکر کوي اوسه پورې دعملياتو يه اړه څه نه شم ويلي خووروسته به معلوميږي اوس لاسرې وخت دى ."" ",د ارزګان په ولايت کي د نوم ليکني ددفتر پر مامورينو بريد 13,," ", 14,," د شنبې په ورځ په کابل کي د اسلامي محاذ ګوند مشر پير سيداحمد ګيلاني په يوه خبري کنفرانس کي خبريالانو ته  وويل چي ګوند يي د يوه سياسي ګوند په توګه په راتلونکو ټولټاکنو کي د اوسني ولسمشر حامد کرزي څخه ملاتړ کوي . نوموړي دا اعلان په داسي حال کي کړيدی چي ولسمشر حامد کرزي د دفاع وزير قسيم فهيم نوم د خپلو مرستيالانو له لست نه ليري کړ نوموړي وويل چي حامدکرزي د مجاهدينو ملاتړ له لاسه ورکړی دی ، پير سيداحمد ګيلاني وويل چي کيدای شي يوه برخه د افغانستان له مجاهدينو نه د حامد کرزي ملاتړ  ونه کړي ، خو دا برخه ټولو افغان مجاهدينو استازيتوب نه کوي .     ",د اسلامي محاذ مشر پير سيد احمد ګيلاني په راتلونکو ټولټاکنو کي له ولسمشر کرزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ 15,," د بېنوا فرهنګي ټولني مشر چي يوه اوونۍ مخکي په کابل کي لويي څارنوالۍ ته د اطلاعاتو او کلتور د وزير په امر راغوښتل شوی  و د تحقيقاتو او پوښتنو ګروېږنو وروسته خلاص شواو دوسيه يې وتړل شوه .  د اطلاعاتو او کلتور وزير څارنوالۍ ته ويلي وه چي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر محمديار  څو اوونۍ مخکي  په کندهار کي د يوه سيمينار پر وخت  دده په اړه يوه ليکنه خپره کړې وه  او په دې توګه يې دده د حيثيت سپکاوی کړی دی  ، په دې اړه له محمديار څخه په کابل کي څو ورځي پوښتني ګروېږني وشوې ، محمديار  د هيواد د اساسي قانون او مطبوعاتو په قانون کي د قلم او بيان د ازادۍ پر بنسټ د ځان دفاع وکړه  او څارنوالۍ ونشوای کړای چي محمديار د قانون له مخي د وزير په دې دعوه چي ګواکي محمديار يې د حيثيت سپکاوی کړی دی سزا ورکړي . محمديارته پرون په کابل کي وويل شوه چي نور يې دوسيه بنده شوې ده او کولای شي کندهار ته لاړ شي او همدا ډول يې په کابل کي د لويي څارنوالۍ څخه د کندهار پر څارنوالۍ يو سرپټی ليک تر لاسه کړ چي وښيي په کابل کي لويي څارنوالۍ دده دوسيه بنده کړېده او دی بيګنا ثابت شوی دی  او د هوډ مجلې مسوول مدير ښاغلی ولسمل چي په کندهار کي يې دده ضمانت کړی  نور له ضمانته خلاص دی . محمديار د بېنوا خبريال سره په تيلفوني خبرو کي وويل چي تر يوې اوونۍ بيځايه وخت تيريدو وروسته به اوس ډير ژر د خپلو فرهنګي او ژورناليستيکي  چارو د سرته رسولو لپاره کندهار ته چيري چي د بېنوافرهنګي ټولني او ښکلا مجلې مرکزي دفتر دی ولاړ شي .   ",لويي څارنوالۍ پسله يوې اوونۍ محمديارته د خلاصون خبر ورکړی دی 16,," د ازادۍ راډيو خبر ورکړ چي په کندهار کي د ميرويس روغتون نرسان اوډاکټران د ناروغانو سره سمه وضعه نه کوي ، د ناروغانو د حال پوښتنه نه کيږي ، هغه درمل کوم چي د نړيوالو خيريه موسسو لخوا د ناروغانو دپاره راوړل کيږي په ناقانونه توګه د ښار پر درملتونونو او شرکتونوپلورل کيږي . يوه تن چي د ميرويس روغتون له ناروغانو څخه وويل چي ډاکټران پر ناروغانو پوښتنه نه کوي ، په رسمي وختونو کي په خپلو شخصي کتنځايونوکي کارکوي ،په روغتون کي  د ناروغانو له دوستانو نه د عمليات پر وخت پيسې غواړي ، د ښځينه ناروغيو او عملياتونو پر وخت هغوی مجبوره کيږي چي ډاکترانو ته پيسې ورکړي . په دې اړه د کندهار د عامي روغتيا ريس هم دا خبري ومنلې او ويې ويل چي موږ هم له داسي ځينو پېښو خبر يو ، خو فکر کيږي چي دا د حل  لاره نه ده  د عامي روغتيا رياست او وزارت ددې پېښو د مخنيوي لپاره د جدي اقدام مسووليت لري . ځکه په روغتون کي د ناروغانو سره د ډاکټرانو بي مسوليتي د ناروغ د مرګ سبب ګرځي ، ",په کندهار کي د ميرويس روغتون پر نرسانو اوډاکټرانو نيوکي شويدي 17,," ", 18,," په کندهار کې دميرويس له روغتون سره دجاپان هيواد ٢٥٠ سوه زره ډالره مرسته وکړه ،چې دامرسته په افغانستان کې دجاپان هيواد سفير له خو ا وروسپال شوه . تېره ورځ ماښپين په درنيمو بجو په هغه غونډه کې چې دميرو يس روغتون په انګړ کې   په دې اړه جوړه شوې وه دجاپان هيواد سفير کوناموکيچني دنرسنګ لپاره دترانسپورټ وسايط ، ددوبي خانې لپاه ره ، دروغتياتفريحي ساحه ،داکسريې ماشين او ٣٥مختلف  طبي سامان الات په کښې وه دروغتون مسئولينو ته وسپارل . دجاپان هيواد سفير ددې مراسمو په تر څ کې خبريالانو ته وويل :""يواځې يې دبودېجې څخه دجنوب لوېديځې حوزې لپاره ٧٥ ميلونه ډالره ځانګړې کړې دي ."" ده په دې اړه زياته کړه :""دجاپان هيواد هيله لري چې دبيارغاونې کارونه په کندهار کې سرته ورسوي ."" کيچني دطبي ستونزو ته پام ديوې ټولنې دلوړتيا بنسټ وباله ده وويل :""په همدې خاطر مو په دغه سيمه کې په خاص ډول دطبي ستونزو داواري لپاره مرسته وکړه ."" په کندهار کې دملګروملتو دفتر يونا ما مسئول طلعت بيګ چې په دغو مراسمو کې يې ګډون درلوده دجاپان هيواد نه مننه وکړه چې په دغو سختو شرايطو کې يې په دغه زون کې مرسته وکړه ده زياته کړه :""  دامهال په دغه زون کې بي امني ددي لامل شوي چې نړيوالې ټولنې ياخو بخي نشته اوکه شته نو په ډېر کم زړه دلته کارونه کوي زه دجاپان هيواد نه مننه کوم چې په دغو سختو شرايطو کې يې خپل کومک وکړ ."" ديادولو وړده چې دجاپان هيواد ١٦١٥٧٧٥امريکايي ډالره دخپلو وړيا مرستو څخه ددغه هيواد په ١٢ ولايتونو کې دبيا جوړونې اورغونې د٢١پروژو دعملي کولو لپاره ورکوي ،په دغو پروژو کې ښونځي ،روغتونونه ،داوبو رسولو دسيستم ترميمول ، داستنادي ديوالونوجوړول ،دسړکونو ترميمول شامل دي چې په بدخشان ،کندهار ، باميان ،کاپيسا ،دايکنډي ،غور ،نورستان ،ميدان وردگ، بغلان کې دسيمه ييزو اوغيري دولتي ادارو له خو ا اجراکيږي ددغو پرووژو تړون په کابل کې په ١٧ دزمري  دجاپان دسفارت په انګړ کې نوموړي سفير لاسليک کړ جاپان په افغانستان کې دخپل سفارت دپرانستلو څخه تر اوسه پورې دبيارغونې او جوړونې ٢٦٥پروژې دوړيا مرستو تر پروګرام لاندې تمويل کړې دي. ",په کندهار کې دميرويس له روغتون سره دجاپان هيواد ٢٥٠ سوه زره ډالره مرسته وکړه 19,," يوي فرانسوي او الماني پوځي ډلګۍ په ا فغانستان کښي دسولي ساتني مسوليت په غاړه واخيست.  د بلجيم، فرانسي، لوکسمبورګ او اسپانيي کنډکونه به په راتلونکو شپږو مياشتو کښي په افغانستان کښي دسولي ساتني دنده سرته رسوي. داد ١٩٩٢ کال نه وروسته  د ايوروکورپوس  لومړي ګام دي چه د اورپا نه دباندي اخيستل کيږي. د جون په مياشت کښي د ناټوغړو هيوادونوپرېکړه کړي وه چي په افغانستان کښي به د ولس مشري د ټاکنوتروخته  ددغه  پوځونوشمير ترلسوزرو پوري  ډيره وي.  خواوس چي د ولسمشري ټاکنوته دوه مياشتي پاتي دي، دا معلومه نه ده چي دغه ا ضافي ګنډکونه به کله افغانستان ته استول کيږي.      ",په افغانستان کښي دايوروکورپوس پوځيان 20,حبيب الله غمخور," به کله پای ته رسيږي ؟  دحبيب الله غمخور ليـــــــــکنه  +  د ٢٠٠١ ږ کال د سپټمبر د ١١ نېټې د مشهور ناورين نه راپدې خوا چي امريکا ددې لپاره ملا وتړل چي بايد د نړيوال تروريزم د هغه په سر کي د القاعدې د افراطي سازمان پر ضد خپل تلاښ او مبارزه چټکه کړي . د همدې موخې د سرته رسيدو په خاطر د نړۍ وال تروريزم سره د مقابلې د محل ويش په لمړې ليکه کښي د افغانستان نوم وليکل شو ، او د طالبانو د لاسپوڅي او کرغېړن رژيم چي په افغانستان کي د شمالي ټلوالي او جمعيت د تنظيم د واک د نشکوريدو په منظور د پاکستان د ای اس ای  ، امريکا سي ای اې ، سعودي عربستان اوعربي شيخانو په ملاتړ او مرسته منځته راغلی ؤ د ړنګيدو لپاره په پنټاګون او لندن کي د ډير تلوار د پلانونو طرح کول پيل شوه . ددې کار لپاره علاوه پر دې چي د پردې شاته سي ای اې او د انګلستان استخباراتي ادارې د معلوماتو په راتلوټولولو او پلانونو په جوړولو بوخت  وه ، بوش او تونيبلېر د ملګرو ملتونو ، امنيت شورا او د نړۍ د يو شمېر هيوادو له رهبرانو سره د هغو د ملاتړ د راخپلولو په منظور ديپلوماتيکي هلي ځلي چټکي کړي . په لنډه توګه په افغانستان باندي د حملې او طالبي رژيم د نسکوريدو د ضرب العاجل لحظه  راورسيده . ددې کار لپاره امريکا خپلو سياسي ګټو ته د رسيدو په خاطر چي ټولي يي متاسفانه  تر اوسه نه دي  رسوا شوي ،  بيله دې چي د سياسي تعقل او پوهي څخه کار واخلي او د افغانستان د قومي او ژبني  جوړښت اواړيکو څرنګوالی په نظر کي ونيسي پر شمالي ټولوالي ، پر هغوی چي ددوی د حاکميت په وخت کي ددوی دغير انساني اوټولو ملي او نړيوالو حقوقي نورمونو پر خلاف  يې دافغان ولس سره چلند کاوه چي په پايله يې طالبانو د وحشي رژيم  ړنګ شو تکيه وشول . هغوی ته د ډالرو اووسلو په ورکولو سره يې د طالبانو د رژيم په نسکوريدو پيل وکړ . شمالي ټلوالي چي نور بهرني دوستان او مشوره کوونکي يې لا پخوا لرل د هغوی په مشوره له هغو سمڅو څخه راووتل کوم چي د طالبانو له ډاره هلته ننوتلي وه د امريکا د غلطي پاليسۍ او غيرمعقول درک په نتيجه کي يې يو ځل بيا په ښکلي او په وينو لړلي  کابل چي ددوی تر منځ دخپل منځي جګړو د قربانيانيو ويني لا نه وې پاکي شوي ورننوتل اود قدرت پر ګدۍ يې تکيه وکړه . په هغه پېسو او وسلو چي له هري خوا د افغان دښمنه هيوادو لخوا، او د امريکا او انګلستان د استخباراتي سازمانو له لاري دوی ت ورکړه شوي وې ځانونه نور هم سمبال کړه ، او داسي منظم شول چي همدا او بس يوازي دوی دي چي هيوادنۍ سوله او ثبات يې له سخت خطر اوګواښ سره مخامخ کړي دي . که څه هم د طالبانو د رژيم دنسکوريدو څخه نږدې درې کاله تيريږي اما له بده مرغه تر اوسه په هيواد کي سياسي نظامي ستونزه اود حکومتي واک او قدرت مسئله  نده حل شوي . مرکزي  حکومت په ولاياتو او محلاتو کي کوم تاثير او تسلط نلري ، شمالي  تلواله ، زورور  قوماندانان او ټوپک سالاران همدا اوس محلي زيرځواکان دي ، خپله پريکړي کوي  او پخپله يې پلي کوي او له بلي خوا شپه او ورځ د خپل واک دعمر داوږدېدو لپاره هلي ځلي  کوي . پدغه شان يو بي امنه او بي ثباته ستونزمنو  حالاتو کي چي د بنياد خښته  يې د بن د کنفرانس له پريکړو او توافقاتو له پيل نه ايښودل شوي ده ، څنګه کيدای شي چي دهمدغه کنفرانس پريکړي پلي شي ؟ اويو غښتلی ملي اردو چي د هيواد د ټولو قومونو ، ژبواو منطقو نماينده ګي وکړي او دهغو ترحمايې لاندي وي جوړ شي ؟  زما تحليل چي زموږ د جنګ ځپلي هيواد د څو لسيزو د غمجنو او زړه راکښوونکو پېښو پربنياد ولاړ دي دادی چي زموږ په هيواد کي دغه اوسنی حاکميت دا توان نلري  چي ملي اردو ( ملي وسله وال ځواک ) جوړ کړي .ځکه داتر لمر روښانه ده چي د ملي وسله وال ځواک ( ملي اردو ، پوليس او ملي امنيت ) په جوړيدو سره چي هلته دهغو په ليکو کي مسلکي مسلکي او پوه افسران چي حربي ښوونځی ، حربي پوهنتون ، د پوليسو اکاډمي او يانور کورني او بهرني مسلکي تحصيلاتو خاوندان چي پخپلو جزوتامونو کي د سوق او ادارې او هيوادنۍ ملي ګټو په ساتنه پوه وي او پدي لارکي د پخې تجربې خاوندان وي مقرر شي ، په همهغه لحظه د تنظيم سالارو او ټوپکسالارو د سياسي ،  نظامي واک او سلطې ړنګيدل شروع کيږي . يو عاميانه متل دی چي وايي : ( څوک خپل مخالف ته لاس تړلی ورځي ؟ ) ددغو افراطي تنظيمونو ، محلي قومندانانو او ټوپکسالارو يوانۍ موخه خپلي ګټي او دخپلو بهرنيو تاريخي دوستانو پريکړي عملي کول دي ، نه په هيواد کي دموکراسي ، امنيت  او سوله راوستل . ځکه نو هغه منطقآ بايد پخپل ټول ځواک او طاقت په هيواد کي د ملي پوځ د جوړيدو او سمبالښت سره غوڅ او بربنډ مخالفت وکي دا پروسه په هره بڼه چي وي ناکامه ده کړي ، او په خوله داد ملي اردو د جوړيدو ډرامه يوازي د افغان ولس او بهرنيانو د غوليدو لپاره روانه وساتي .څنګه به ومنل شي چي د شمال قوماندان عطا  ( د مزار والي )،جنرال  دوستم ، په هرات کي تورن  اسمعيل چي ځانته يې د امر لقب ورکړی.، محمد قسيم فهيم د ولسمشر مرستيال اونور يو شمېر  قومندانان  په ننګرهار ، کنړ ، پکتيا ، خوست ، ارزګان ، غور ، کندز ، بادغيس ، زابل  اونورو ولاياتو کي ، دا قوماندانان به حاضر  شي چي خپلي پوځي ټولګۍ او مليشې بي وسلي کړي ؟ او ځای يې ملي اردو ته پريږدي ؟. زموږ خلک وايي د همدو مليشو برکت دی چي ښاغلی فهيم د ولسمشر د مرستيال او ملي دفاع وزارت څوکۍ پلاس کي لري او په راتلونکي کي به هم همداشان دواک خاوند وي او د خپل واک ساتلو لپاره به په هر  بڼه او ميتود چي وي تلاښ کوي  . په دي وروستيو ورځو کي داسي اوازې وې چي ويل يې  کله چي د افغانستان ددفاع وزير فهيم يو شمير قومندانان کابل ته راغوښتي وه چي د هغوی سره خبري وکړي او دهغوی ملاتړ د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کي د ښاغلي کرزي په پلوي راواړوي په دغه وروستۍ ورځ ښاغلي کرزي چي ويل کيږي  د اروپا د پارلمان  د فشار په پايله کي اړشو چي يو فرمان  صادر کړي او په هغه کي ټولي هغه ملېشې چي د دفاع د وزارت په ليکو کي نه دي ثبت شوي غير قانوني اعلان کړي ، او غوښتنه يي وکړه چي ډير ژر بايد داشان ملېشې ړنګي شي ، قومندان عطا او جنرال دوستم چي پورته ويل شوي غونډي ته د برخي اخستلو  لپاره کابل ته راغلی وه ويلي وه:  (( ديده شود که کرزی چګونه فرمان خودرا عملي ميسازد )) .د ټول افغان انټرنټ پاڼه ١٧/٧/٢٠٠٤ل . او افغان ولس هم ددې فرمان په پلي کيدو ډاډمن نه دی ( کله چي ښاغلي کرزي د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره په ټولټاکنو کي ښاغلی احمد ضيا او خليلي د لومړي او دوهم مرستيال په توګه ونومول ښاغلی فهيم د ولسمشر کرزي سره په مخالفت او د يو نس قانوني په پلوۍ ودرېد)  اوس هر  څوک پوهيږي چي دا فرمان ډير ناوخته  صادر شو ، دداشان فرمانود صادريدلو او عملو کولو وخت د بن د کنفرانس نه وروسته د مؤقتي ادارې په لمړيو ورځو کي  وو چي متاسفانه دا کار پر خپل وخت او زمان ونشو، چي دليل او علت يې د مصلحتونو پر بنياد د مؤقتي  ادارې جوړښت  او تشکيل ؤ .او بل داچي له همهغه لمړۍ ورځي څخه امريکا او انګلستان چي تر بل هر چا په افغانستان کي زيات ځواک او واک لري ددوه مخيزه سياست په پلي کولو شروع وکړي وه . هغه دا چي هم د مرکزي حکومت څخه ملاتړ او هغوی ته مالي او تخنيکي مرستي رسول اوهم په مقابل کښي د محلي قوماندانانو او شمالي ټلوالي سره د ښو او نږدې اړيکوساتل دي . دا ډول سياستونه هغه لاملونه دي چي په هيواد کي د ملي قوي او ځواکمن وسله وال پوځ جوړيدل ناشوني کوي . که يوه لحظه د نړۍ د خبري رسنيو او مطبوعاتو ته نظر واچوو د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي کوفي حنان څخه نيولې بيا د امنيت شورا ، د اروپا پارلمان ، ښاغلي بوش ، تونيبلېر د انګلستان صدراعظم او نور نړيوال مشران دا ټول د ناټو د قومندانۍ په شمول او ښاغلي کرزی ورسره ملګري داټول  په يوه اواز يوه خبره کوي چي : ١ _ په افغانستان کي سوله او امنيت ته يوازنی خطراو ګواښ په هيواد کي د غير قانوني مليشو او قبيلوي  قوماندانانو موجوديت دي . ٢ _ په افغانستان کي د امنيت د راوستلو لپاره يوازنۍ لاره دملي ٧٠ زره کسيز اردو جوړول دي . ٣ _ د مرکزي حکومت د واک او سلطې مزي ټولو ولاياتو ، ولسواليو او قريو ته وغځول . ٤ _ قومندانان سالاري او ټوپکسالاري پای ته رسول ، تر څو افغان ولس د سولي او دموکراسۍ په فضا کي ژوند پيل کړي او د افغانستان د بيا رغوني کار په مؤثره توګه سرته ورسيږي او دداسي نورو طرحو او پلانونو عملي کول ..... ! مګر د حيرانتيا وړ خبره داده چي په عمل کي بيا دهمدغو  وړانيزکوونکو طرحانو اوواکدارانو د واک په موجوديت کي بل څه کيږي : ١ _ د ملي وسله وال پوځ جوړيدل اوس يوه ډرامه ده ، ځکه په دغه شان يو کوچنی هيواد کي لکه افغانستان چي په زرهاوو مسلکي او روزل شوي افسران همدا اوس هم د ملي ، مذهبي ، قومي، ژبني ، منطقوي او سياسي اختلافاتو پر اساس بيکاره دي ، او په عوض کي يې غير مسلکي ولي په تنظيمو پوري تړلي کسان مقرر شوي دي . ډير ژر کيدای شوه چي مسلکي اوغښتلي ملي وسله وال ځواک  جوړ شوی وای . خو لکه چي معلوميږي دا د اوسنيو واکدارانو په ګټه نه ده،ځکه به ملي اردو جوړ نشي اويوازي به دهغه د جوړيدو ډرامه دوام ولري . نږدې درې کاله تير شوه تر اوسه د عسکرۍ د مکلفيت قانون نشته او نه هم څوک په دې هکله څه وايي . که چيري دغه ايله جاري او خپل سري تنظيمي مليشې دوسله وال پوځ په نامه ونومول شي  او د ملي اردو په ليکو کي هغوی ورګډ شي پايله به يې د ملي اردو نه ، بلکي تنظيمي او پردی اردو وي . ٢ _ همدا اوس محلي قومندانانو اوټوپکسالارو د امريکا اوانګلستان ددوه مخيز سياست داصل نه په استفاده اړيکي ساتلي  او همداشان د همدغو قومندانانو اوتنظيمونو سره د هغوی د پخوانيو بهرنيو دوستانو اړيکي چي په افغانستان کي خپلي ګټي لري ځای پر ځای پاته دي . په همدی اساس قومندان عطا په بلخ کي داحق ځانته ورکوي چي نږدې ٢٠ ورځي  د څارندوی قومندان جنرال خاکريزوال په کور کي قلا بند وساتي او له مزار شريف څخه د هغه د سمدستي ستنيدو غوښتنه کوي ، تورن اسمعيل دهرات دملي امنيت امر چي د مرکز لخوا ټاکل شوی و خپل دفتر ته پري نښود ، په کاپيسا ، غور ، بادغيس کي ورته کارونه سرته رسيدلي دي او زه په دې عقيده يم چي دا لړۍ به روانه وي . يوازي د ولسمشر ټاکل به دا ستونزه حل نشي کړای .( جالبه  خو دا ده چي د مزار شريف اوهرات حادثې په داسي وخت کي وشوې چي ښاغلی کرزي د امريکا د ازادۍ په ورځ د جولای پر ٤ نېټه  په کلفورنيا کي د ازادۍ مډال تر لاسه کاوه ) . ٣ _ ښاغلی کرزی ، دهغه کاري ټيم او کابينه يو هم دا توان نلري چي د مرکزي حکومت د واک مزي ټول افغانستا ته وغځوي ، په دې برخه کي بهرنيان هم لکه څنګه چي ښايي او د افغان ولس غوښتنه وه وړ مرسته نه کوي ښه بېلګه يې په ځينو ولاياتو کي د نوو مسولينو پر مقررولو د مرکزي حکومت او سيمه ايزو واکدارانو تر منځ په زور ازمايلو  کي دی ، چي دوی ځانونو بي طرفه اعلانوي او وايي چي ( دا د افغانانو خپل منځي مسايل دي موږ  په هغه کي کوم رول نلرو او مداخله نشو کولای ) لکه : د مزار ، کاپيسا ، بادغيس او هرات د ولاياتو په کړکيچونو کي . دا په داسي حال کي چي هر د سالم عقل خاوند په دې ښه پوهيږي چي په افغانستان کي د سولي ، امنيت ، د موکراسۍ راتګ او غښتلتيا ، د قومندان سالارۍ  اوتنظنم سالارۍ پای ته روسول  بيله بهرني ځواک له مداخلې نه ممکن نه بريښي . او که اوسنۍ اداره دا کولای شي يچ بيله د بهرنيانو او دهغوی د ځواکونو پرته کيداۍ شي ملي دندي سرته ورسيږي او محلي واکداران بيواکه او ټوپکسالاران بي ټوپکه کړي  په هغه صورت کي د بهرنيانو او دهغوی د نظامي پوځ او ناټو د قطعاتو موجوديت په افغانستان کي د سوال سره مخ کيږي . ٤ _ د افغانستان ملي اوټولنيزي ناخوالي ، چور چپاول ، انسان وژنه  او ماشوم تښتونه ، د يوه قوم لخوا پر بل قوم باندي ظلم ، د بهرنيو مرستندويه موسسو پر کارمندانو وژونکي بريدونه ، د مکتوبونو سوځول ، د دموکراسۍ د تحقق مخنيوی ، د اسلام د پاک نامه څخه د سياسي او کرغېړنو موخو د سرته رسلولو په خاطر ناوړه استفادې او په سلهاوو نوري ناخوالي ، ويجاړي او ناندرۍ  د همدې  ادارې او دهغې د بهرنيانو د غلط او نه سنجول شوي سياست پايله ده ، او دا دروند پېټی افغان ولس همدا اوس پر خپلو اوږو وړي . ددې غمجن او زړه بوګنوونکي کيسې  د پای ټکی په واقيعت کي په افغانستان  کي همداد ملي ځواک د (( وسله وال پوځ )) د تشي ډکول دي .پرافغان ولس او ټولو روڼ اندو ده چي ددغې ملي غميزي پای ته رسول او د افغان ولس ګريوان  له کورنيو او بهرنيو چپاول ګرانو له منګولو نه دخلاصولو لپاره خپل ټول  ځواک په کار واچوي . اوس چي په هيواد کي د سياسي ګوندونو د ازاد فعاليت قانون نافذ شوی دی اوتر ٧٠ زيات ګوندونه غواړي په افغانستان کي دننه او له افغانستان نه بهر سياسي فعاليت وکړي ، ددغو ګوندونو په کړنلارو او د مشرانو په ويناوو کي هم افغان ولس ته د يوه سوکاله او ارام ژوند د راوستلو وعدې ورکول شوي دي . که چيري په واقعي توګه همدا ګوندونه په افغان ولس کي نفوذ او اعتبار ولري په هغه صورت کي دنده لري چي د يوه سياسي ګوند او ځواک په توګه د افغان ولس د روا او پر حق غوښتنو بربنډ ملاتړ وکړي ، او هغه سوکاله اوارام ژوند چي دوی يې ولس ته وعده ورکوي يوازي او يوازي په هيواد کښي د پورته ويل شوو ناخوالو له منځه وړلو او د يوه پياوړي ملي وسله وال ځواک چي ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي د جوړيدو تشه ډکول دي . بيله دې نو خدای خبر چي دا وړۍ به شړۍ شوي وي .   ",په افغانستان کي د ملي اردو د جوړيدو ډرامه >>> 21,اتمرخيل باييزی," داتمرخېل باييزی ليکنه   د اساسي قانون د تسويد او تصويب پر مهال ډېرو افغانانو دا هيله درلوده چې د هېواد د يو ستر قومي اکثريت د ژبې په حيث به پښتو د افغانستان د ملي ژبې په توګه و منل شي او په دې لار کې ډېرې هلې ځلې هم و شوې خو د جرګې په ترڅ کې د ملت د پاشل کېدو څخه د منخنيوي په خاطر د پښتو پلويان له خپلو حقه غوښتنو تېر شول او په همدې يې بسنه وکړه چې  دري او پښتو دواړه د دولت رسمي ژبې وي. د اساسي قانون پر جوړېدلو هم دادی ښايسته ښه موده واوښته خو پښتو ژبه نه يواځې دا چې د ملي  ژبې په حيث و نه منل شوه عملاَ يې رسمي توب هم تش په نامه دی. د دولت د مرکزي ادارو نژدې ټولې چارې په دري پرمخ بيول کېږي. که کله خال خال د دريمې يا څلورمې درجې د اهميت کاغذ چا په پښتو کښلی وي کښلی به يې وي  خو نژدې سل په سلو کې کاري اسناد په دري ژبه ليکل کېږي. کله کله په مطبوعاتو کې لولو چې د افغانستان ملي ټلوېزيون ژبنی انډول نه ساتي، خو ددې تر څنګه  دولتي ادارې، وزارتونه، سفارتونه  او ملي تچارتي موسسې  ( لکه اريانا افغان هوايي شرکت ) چې وېب سايټونه جوړوي د  د تبرک د پاره هم په کې پښتو نه ليدل کېږي؛ بهرني مرستندويان چې خپل کاري اسناد په بهرنيو ژبو ليکي او د أفغانستان د بيا رغونې له بودجې څخه يې په يوه افغاني ژبه را اړوي د کابل د چارواکو په فتوا يې په دري ژباړي ځکه چې ورته ويل کېږي چې پښتو متن ته ضرورت نه شته  ! دغه ډول غير نورمال چلنونه بايد چې و غندل شي او د خلکو پام ورته راواړول شي خو يوازې په خبرو څه نه کېږي او نه په چغو او انتقادونو د چا  درد  دوا کېږي. د مرکزي دولت د ژبو سياست د نورو سياستونو په څېر د ضمني مصلحتونو په خاطر ډب شوی غوندې ښکاري او دا تمه نه شي کېدای جې کومه رسمي دولتي اداره يا کوم وزير او معين به دومره اخلاقي جرأت و لري چې د ژبو پر موضوع وګړېږي . کله چې شراېط داسې تنګ شي نو بيا له حق څخه دفاع د اولس د هر وګړي مسئوليت شي چې په هر ځای کې او هر مقام کې چې وي تر خپلې وسې يو څه وکړي او که نور يې هېڅ له لاسه نه کېږي نو يو پاسيف مقاومت خو کولای شې.  اوس نو د دولتي دستګاه د دريم او څلورم کتار کارمندان چي که څه هم سياسي ځواک نه لري خو  عملاَ د دولت چارې پر مخ بيايي د ژبو د يو نسبي انډول د منځ ته راتلو مسئوليت پر غاړه لري چې هم رسمي اسناد په پښتو وليکي او هم له خپلو همکارانو او مشرانو څخه و غواړي چې د اداري چارو د لا ښه کېدو په خاطر دوې ته ځينې مهم کاري اسناد په پښتو ژبه وړاندې کړي. که داسې و نه شي نو په افغانستان کې به فرهنګي نا انډولۍ تر ډېرې مودې د قناعت وړ حل و نه مومي او ګيله به مو هم له ځانه وي. ",پښتو هم د افغانستان رسمي ژبه ده >>> 22,," ", 23,," ", 24,," ", 25,," ", 26,,"   څو ورځي مخکي د اروپايي اتحاديې له غړو نه ١٦ تنه د افغانستان د ټولټاکنو د بهير د څېړلو لپاره وټاکل شول، نوموړي ډلي ته په ايټاليا کي ځانګړی کورس جوړ شوی و، دا پلاوی به په افغانستان کي د  ٨ حوزو له لاري خپلي څېړني وکړي . داسي ويل کيږي چي ددوی يوه بله دنده به دا هم وي چي په افغانستان کي د ولسي وګړو او چارواکو تر منځ د راشه درشه او سلوک  په اړه هم راپورونه برابر کړي  او د کار په پای کي به يي اروپايي اتحاديې ته وړاندي کړي . د نوموړی پلاوی حوزي په لاندي ډول ښودل شوي دي : هرات ، کندهار ، کابل ، ننګرهار ، ګردېز ، باميان ، مزار شريف  او کندز .   ",د اروپايي اتحاديې له خوا يو ١٦ کسيز پلاوی ټاکل شوی دی 27,بابوزی,"  د ښاغلي بابوزي ليکنه هسي خوهم د کابل په اوسنۍ واکمنه اداره کي څو د ګوتو په شمار ادارې او وزارتونه دۍ چي څه ناڅه د هيواد او اولس لپاره ډير شکمن نه ښکاري ، له بده مرغه د زياتو ادارو او وزارتونوپرچارواکو نيوکي دومره زياتي شويدي چي واکمنان يې هيواد ني ګټو ته بې پامه ګڼل شوي او هيوادوالو ته د اذيت او ربړ عاملين ګرځيدلي دي . په دې لړ کي د بيلګي په توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يادوو چي نه يوازي د خدمت وړ نه دۍ ګرځيدلۍ بلکي مسولينو يې د هيواد تر ګټو د ځان ګټو ته ډيرپام ګرځولۍ او ان دا چي هيوادنۍ ګټي يې تر ځاني ګټو جار کړيدي . په دې برخه کي د ګرانو لوستونکو لپاره څو بيلګي را يادوم :زموږ هيواد د دولسيزو جګړو ورسته داسي خپرونو ته اړتيا درلوده چي د ملي يوالي او ورورۍ په لوري يې ګړندي ګامونه پورته کړي واي ، په داسي حال کي چي د خپلواکو خپرونو په نوم د افغانستان د بشپړتيا او په هيواد کي د ميشت اولس تر منځ د نفاق او شقاق ډنډوروته لمن و وهل شوه . او د دې وزارت واکمنو زموږ جګړي ځپلي هيواد ته ، ددې مزمن اور اچولو په بدل کي اعزازي مدالونه تر لاسه کړل ؛د اوسنۍ واکمنۍ څه نا څه درې کاله کيږي ، خود کلتوري چارو ديو شمير واکمنو کسانو د ناسمو ژبنيو او اتنيکي اړيکو په پټ ملاتړ لا تراوسه د افغانستان دولتي راډيو او تلويزيون د يوې توپکماري ډلي تر سيوري لاندي خپروني لري ، په داسي حال کي چي د ايساف او د نړيوال ائيتلاف ځواکونه د کابل پر هره برخه واکمن دي ؛د نړيوالو مالي مرستو په ملياردونو ډالره افغانستان ته ورسيدل ، خو د ملي موزيم لپاره د دې دريو کالونو په ترځ کي هغه نړيدلې ودانۍ نوي نه شوه او د هغه وراني شوي اوزړې ودانۍ بنسټيز ه بيا جوړونه تر سره نه شوه . په داسي حال کي چي د کلتوري چارو واکمنانو د ځان لپاره په کابل کي تر ټولو ستري ماڼۍ او قصرونه جوړ کړل ؛يو وطن پال هيوادوال (( ښاغلي سلطاني )) وتوانيدۍ چي د ١٧٠٠ تاريخي توکو پر بنسټ د يوه موزيم د پرانستلو چاري تر سره کړي ، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د(( ايکوم )) او (( ينسکو)) د مرستو سره سره لا هم نه دۍ توانيدلۍ او يا نه غواړي چي د ملي موزيم د هر اړخيزو نندارو زمينه برابره او د ملي موزيم په وطن مينو کارکونکوته په خپل وخت تنخوا(( معاش )) ورسوي ؛دورستۍ يادوني په توګه به دا هم وليکم چي په افغانستان کي زيات شمير لرغوني او طبيعي سيمي شته چي د نړيوال کلتوري ميراثونو د ټولو معيارونو سره برابر ي کوي ، يوازي يوه داسي وړانديز ته اړتيا ليدل کيږي چي دمسلکي او ملي روحيې پر بنسټ وليکل شي او د يونسکو تر ادارې ورسول شي ، خو د دې وزارت واکمن په دې نه دي توانيدلي او يا يې نه دي غوښتي چي د دې هيواد تاريخي وياړونه نړيوال ارزښت ترلاسه کړي ، د دې سره سره چي د يونسکو مشر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال دې هيواد ته د هر ډول مالي او معنوي مرستوژ منه هم کړيده . خو يونسکو ته د افغانستان د لرغونو سيمو دور پيژندلو وړانديز ونه رسيدۍ او پر ځای د ميدال تر لاسه کولو پاڼي بيله ځنډه ورسول شوې ؛که د دا ډول نورو نيمګړتياو ياده ونه و کړو نو مقالې او کتابونه پري ليکل کيدای شي ، هغه دري متل دۍ چي وايې (( مشت نمونه خروار )) په دي تر تيب دا پايله ترلاسه کيږي چي : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوسني واکمن په اوسني پړاو کي د ملت سره د دښمنۍ تر بريده وړاندي تللي او د ځاني ګټو او د ناوړه اړيکو د ساتلو لپاره يې د هيواد او ملت ګټي تر پښو لاندي کړيدي .   ",مشت نمونه خروار 28,حنان حبيبزی,"   ژباړه  حنان حبيبزی / مزار شريف",د خبريال دنده دا ده چې ټول خلك له ورځنيو >>> 29,," ", 30,," ", 31,," ", 32,," ", 33,,"      پخواني پاچا محمدظاهر شا په هيواد کي دامنيت منځته راتلل تر هر څه تر مخه اړين کار وباله . د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي پخواني پاچا محمدظاهر شا د په افغانستان کي د نړيوالو سوله تاسو ځواکونو له يوه نوي قومندان جنرال ليوپي سره وکتل  او دافغانستان د امنيت په اړه يي خبري وکړې  او ويي ويل چي هيوادوال د سولي پرته نه شي کولای چي په ډاډ سره د هيواد په بيا جوړونه کي برخه واخلي  . نوموړي په افغانستان کي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو څخه هيله څرګنده کړه چي دوی دي ژر تر ژره د امنيت په تامينولو کي خپل هڅي ګړندۍ کړي . همدا راز د سوله ساتو ځواکونو قومندان هم د خپلو ځواکونو د چمتو والي ژمنه وکړه .     ",پخواني پاچا محمدظاهر شا د سوله ساتو ځواکونو څخه د امنيت دتامين غوښتنه وکړه 34,," د پانګي اچوني نړيواله اداره په افغانستان کي خپل شپږ نمايندګۍ پرانيزي . د سوداګرۍ وزارت ځيني خبرځايونو خبر ورکړی دی چي دغه نمايندګۍ پانګي اچونکوته د اسانتيا وو د برابرولو په مقصد دکندهار ، هرات ، بلخ ، ننګرهار ، کندز او د پکتيا په ولايتونو کي جوړيږي دغه پريکړه د پانګي اچوني د عالي کميسون د نورو  پريکړو تر څنګ د سوداګرۍ  وزيرسيد مصطفی کاظمي په مشري وشوه په هغې غونډه کي چي د يکشنبې په ورځ په همدې اړه جوړه شوي وه په بغلان کي د بوري د جوړلو د فابريکي د بيا جوړولو په اړه هم خبري وشوې اوهمدا راز په دې غونډه کي د لسو مليونو ډالرو د پانګي د ارين بانک د جوړولو کار هم تصويب شو .         ",د پانګي اچوني نړيواله اداره په شپږو ولايتونو کي نمايندګۍ پرانيزي 35,," ", 36,," ", 37,," په هرات کي دهغه ولايت د والي اسمعيل خان او سيال يې قومندان امان الله تر منځ تر څو ورځو جګړو وروسته اوربند ټينګ شوی دی . د قومندان امان الله وياند بي بي سي ته وويل چي ددوی ځواکونه د اوربند درناوی کوي ، او له خپلو اوسنيو سنګرونو څخه يې چي د هرات د ادرسکن په ولسوالۍ کي دي پرمختګ درولی دی ، امريکايي پوځيان او افغان ځواکونه سيمي ته د نظم د ټينګښت دپاره ور ورسيدلي دي ، په دغو جګړو کي چي تيره جمعه پيل شوي وې په لسګونو کسان وژل شوي دي . په شينډنډ کي قومندان امان الله ويلي دي چي ده اوس اوربند منلی دی او دې ته چمتو دی چي د وروستيو جګړو په پايله کي نيول شوي سيمي د ملي پوځ سرتيرو ته وسپاري .   ",په هرات کي د څو ورځو خونړيو جګړو وروسته اوربند اعلان شوی دی 38,," دملګروملتونود سازمان سرمنشي ښاغلي کوفي عنان ويلي دي. د دي لپاره چي د اکتوبر د مياشتي د جمهوري رياست رارواني ټاکني بريالۍ سر ته ورسيږي، په افغانستان کښي  زياتو سملاسي امنيتي مرستو ته ضرورت دي.   ښاغلي کوفي عنان ويلي چي د هيواد په ځينو برخو کښي امنيتي حالات ډير خراب دي. هغه ويلي چي د انتخاباتو او بشري مرستو په کارکونکو او بهرنيو ځواکونو باندي حملي د زياتي انديښني وړ دي. د دغو حملو زياتوالي د ملي موسسو ټيکاوګډوډوي او اقتصادي او اجتماعي مرستي ځنډوي.     ",افغانستان امنيتي مرستي ته اړتيا لري 39,پوهنوال رسول باوري,"   د هيوادد خپلواکۍ ٨٥ يمه کاليزه دي ټولو هيوادوالو ته نيکمرغه وي",د افغانستان د خپلواکۍ جګړې پر مهال درې ستر مورچلونه 40,," ", 41,," ", 42,," د ملګرو ملتونو د افغانستان د کرني او مالداري وزارت يوه روستي علمي ارزونه وايي د پرله پسي وچکاليو له امله به سږکال افغان بزګر د تير کال په پرتله لږحاصلات ولري. دغه علمي ارزونه چي د افغانستان په شلو ولايتونو کښي تر سره شوي دا اټکل کوي چي په ټوليز ډول به د غنمو، جوارو او وريجو په حاصلاتو کښي په سلو کښي له پنځوسوڅخه تر اويا پوري کمي راشي. په کابل کښي  د ملګرو ملتونود سازمان يوه وياند وويل چي له  زيانمنوبزګرو سره خوراکي مرستي په پام کښي نيول شوي دي.             ",په افغانستان کښي د وچکالۍ له امله د حاصلاتو لږوالي 43,," ", 44,," ", 45,," ", 46,," ", 47,," ", 48,," ", 49,," وړمه شپه دکندهار ولايت دميانشين پرولسوالۍ دطالبانو په يوه بريد کې يودولتي عسکر اودوه طالبان ووژل شول . دکندهار ولايت دامنيتي مسئو لينو دوينا له مخې دغه بريد وړمه شپه پر نهه ٩ بجې شروع او دشپې پر پنځه پنځو بجو پورې يې دوام وکړ . په دغه جګړه کې ددوو دولتي عسکرو دټپي کېدو خبرونه هم راغلل مګر په قومندانۍ کې داوپراتيفي امير محمداسحاق دا خبر رد کړ او ويې ويل چي په دغه جګړه کې چې وړمه شپه له ٩ بجو پيل او تر پنځو بجو يې دوام وکړ زموږ يو نفر مړ شوى دي نورکوم تلفات دې راوښتي نوموړي امير وويل چي د طالبانو دوه تنه مړي لا اوس هم د جګړې په سيمه کي پراته دي .   بل لورته وړمه شپه دکندهار ښاراتمه ناحيه د يو توغندي ښکاره شوه داپه داسي حال کې چې دکندهار ښاريان لا د خپلواکۍ د ورځي په لمانځلو او ددې ورځي په مناسبت مېلو بوخت وو ، په دې اړه داوپارتيفي چاروامير محمد اسحاق وويل :""وړمه شپه دارغنداب ولسوالي له مربوطاتو څخه دشپې پر ١١ بجواو شلو دقيقو يوتوغندۍ دښار په اتمه ناحيه کې ولګيده  چې کوم ځاني اومالي زيان يې نه درولود، پلټنه روانه ده خوتر دامهاله پورې په دې تور څوک نه دي نيول شوي .   په سهيل لويديځو ولايتونو کې داحملې په داسي حال  کې رامنځ ته کېږي چې دوه شپې وړاند ې په فراه ولايت کې دملګرو ملتو پر دفتر دبمي بريد وروسته دغه اداره له افغانستان څخه دخپلو کارکونانو دايستلو تاودې خبرې کوي . ",د ميانشين په ولسوالي کي دوه شکمن طالبان اويو دولتي عسکر وژل شوي دي 50,," ", 51,," ", 52,," ", 53,," ", 54,," ", 55,," ", 56,," ", 57,," ", 58,," ", 59,," دکندهار اوسيدونکي په راتلونکي ټوټاکنوکي داولسمشري لپاره دهغوکانديدانو پريکړه چې دحامد کرزي داستفا غوښتنه يې کړې ده رده وي  . په دې اړه دکندهار يو قومي مشر دلويې جرګې وکيل حيا ت الله الکوزي خبريالانو  ته وويل :"" موږ دخپل خلکو په استازيتوب دستارسيرت په مشري دهغه کانديدانو چې حامد کرزي داستفا غوښتنه يې کړې ده رده وه اوداساسي قانون خلا ف کاريې بولو ځکه چې حامد کرزي ته  داحق چې تر راتلونکو ټوټاکنو پر خپل حال پاتي وي اساسي قانون ورکړى دى :"" خو دکندهار دښځو استازې اودلويې جرګې وکيلې شاهدې حسين بيا په حيرت کې پاتې ده اووايي  :"" داچې نوموړي کانديدان لا اوس داساسي قانون نه سرغړونه کوي نو په هغه مهال به څه حال وي چې ولسمشر وټاکل شي :"" ددوى تر څنګ عبيدالله چې دکندهار دڅلورمې ناحيې دخلکو  استازي دى وايې :""دغه کانديدان چې اوس دولسمشر استفا غواړي په خپله اساسي قانون په لويه جرګه کې حاضر اودا ماده يې ومنله چې ولسمشر حامد کرزى بايد د راتلونکي ولسمشر تر ټاکلو پورې پر ځاى پاتې وي نواو س بيا څنګه له دې مادې څخه سرغړونه کوي:"" ديادونې وړده چې دکندهار ډېرى خلکو داخبره اصلا حي مشورتې جرګې ته وړاندې کړه چې اصلا حې جرګې  هم دې موضوع ته او دټولټاکنو دبهير دبشپړ ې څارنې لپاره يو اته کسيزه سياسي کميسون وټاکى . ددې کميسون غړي عبدالکريم دوينا له مخې داکميسون دهر هغه څه پر ضد چې داساسي قانون پر خلا ف تر سره کيږي اواز پورته کړي او دده يه وينا هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې داساسي قانون سر غړونه وکړي ",دکندهار اوسيدونکو د ولسمشر حامد کرزي د استعفا پريکړه رد کړيده 60,," دکندها رخلک له وسلوالو غلو څخه شکايت لري او پړه يې پر دولت وراړوي  خو دولتي مامورين بيادانه مني چې دوى ورسره دې خو  ډاډ  څرګنده وي چې په دې اړه دوى پوره لاس په کاردې او تراوسه يې ١٧تنه غله نيولي دي . دقومندان امنې نوى قوماندان جنرال خان محمد مجاهد داولسو تنو په بيلا بيلو ځايو کې دغلو نيول دراتلونکي لپاره دنورو غلو لپاره عبرت او دسيمې لپاره يې دامنيت ډاډ وباله ده په دې اړه زياته کړه :""زه چې دې وظيفې ته نوي رغلي يم نو داهلې ځلې مې شروع کړې دي تر څو دسيمې اووالس لپاره دښه ژوند لاره جوړکړو ښکارهع خبره ده چې خلک نور له دغو داړه مارو غلو څخه په تکليف دي زموږ دنده داده چې داغله هغه که په هره جامه کې وي که دپوليس که په ساده کې وي بايد منخنوي يې وشي ."" حاجي عتيق الله دکندهار دښا اوسيدونکى بيا دغلو پړه ددولت پر وسلوالو کسانو وراچوي دى زياته وي :"" که چيرته ددولت وسلوال کسان نه وي ورسره نو بيا غله څنګه کولاي شي په رڼا ورځ په وسلو بار دخلکو سامانونه ، جيبونه او کورنه لوټه وي دامعلومه خبره ده چې ددولت دوسلوالو کسانو لاس ورسره شته لمر په توګوتو نه پوټيږي."" خو په قومندانى کې دامنيت اميرمحمد سالم احساس  بيا دانه مني چې له دغو غلو سره دې ددولتي ارګانو اړيکې وي ده په دې اړه وويل :""دخلکو ستونزې په دې هکله شته خو ددولتي قواوي چې ځينې خلک اندېښنه لري له غلو سره به لاس ولري داصحيح نه ده :"" نوموړي زياته کړه موږ نوي پلانونه په کار اچولي دي دهغې له مخې کار کوه او همدا يې لامل ده چې دغلو په نيولو کې مودامهال تر ډېره حده برى لاس ته راوړى دى ."" شير محمد دخاکريز ولسوالۍ اوسېدونکې چې دقومندانۍ په انګړ په داسي حال کې چې سپين بنداژونه يې پرهغو زخمو چې دغلو په يوه وسلوال بريد کې يې په پرې ډزشوي لاتراوسه شته په دې اړه وويل :""زه دامنيت غوښتونکى يم زه غواړم دامنيت په تضمين کې دکارزمينه راته مساعده شي ترڅو دخپل اولاد لپاره روزي وګټم :"" شيرمحمد زياته کړه :""يو زوړ موټر لرم له کوره يې نه شم راايستلى خو دجمعې په ورځ چې مې کله له کوره راوايستى ديو څو تنو سواريان په فکر کې وم خو کله چې مې سورلي پورته کړه غلولارراته نيولې وه دماشين ډزې يې راباندې وکړلې  څه چې وه هغه يې له ما اوسواريان له ټولو څخه واخيستل .موږغريبانو ته نودامرګ ده مرګ څه چې ګټو هغه دابل زوى دماشې په زور رانه و ړي ."" ديادلوړده چې په دې نيږدې ورځو کې دنوي قومندان خان محمد مجاهد په وېنا دوى اولسه تنه غله  په بيلا بيلو ځايو کې دغلا په تور نيولي دي چې هر يويې  عبدالحکيم ، بابى ، او عبدالله يې دژېړۍ دښتې په مربوطاتو کې دلويو لارو نيولو په جرم ، پيدا محمد، دل اغا او محمد رحيم دموټر سيکلو تښتولوپه تور مولا داد او احمد شاه دموټر تښتولو په جرم جمعه ګل دنغدو پيسو دغلا په جرم اوورسره نور غله چې دامهال له دوى سره زندان کې دي نيولي دي .ده دوينا له مخې دوى به ډير ژر دخپل عمل په سزا ورسيږي .   ",په کندهار او شاوخوا سيمو کي غلا ډيره شوې ده 61,," ", 62,," د افغانستان د پخواني صدراعظم محمد هاشم ميوند وال، ورک قبر، د ٣١ کلونوڅخه رووسته د کابل د شهداء صالحين په هديره کې  پيداشو او د زمري په دوهمه نېټه  ديو لړ مراسمو په ترځ کې په نښه شو. خداى بښلى ميوندوال چې  د اعليحضرت محمد ظاهرشاه ( د ملت بابا) ،  د واکمنۍ په وخت  کې، د دريو کلونو لپاره د افغانستان صدراعظم و، په کال ١٣٥٢  هجري کې  د افغانستان د لومړي رئيس جمهور په وخت کې ، د ٥٠ کلونو په عمر په ناڅرګند ډول په بند کې مړ شو او جنازه يې دهغه کورنۍ ته ورنکړل شوه.  عمر ملکيار ، يو د ميوندوال د خپلوانو څخه، د جاکټ له مخې چې ميوندوال هغه وخت آغوستى و، د خداى بښلي دقبر په پېژندلو ډاډمن شوى. ملکيار ديوې مرکې په ترځ کې د آزادۍ راډيو ته وويل چې د کورنيو چارو د وزارت يو متقاعد پوليس د ميوند وال قبر چې دى يې هغه وخت د شهداى صالحين په هد يره کې، د کابل ښار په سهيل کې ، په پټه ښخ کړۍ و، ده ته وروښود.  د محمد هاشم ميوند وال په اړه، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال، عبدالحميد مبارز، داسې وويل:(( ميوند وال په داسې حال کې چې صدراعظم و، ددېموکرات او ترقۍ د ګوند پروګرام يې اعلان کړ.  هغه غوښتل د سياست په ساتنه ( د دموکراتانو وده) د سره سوسيالېزم او کمونېزم څخه لرې وساتي. ده همدارنګه زياته کړه چې ميوند وال د سردار محمد داود د کودتاه په وخت کې چې د ١٣٥٢ کال د چنګاښ په ٢٦ مه نېټه يې د محمد ظاهرشاه په وړاندې  ترسره کړه،  په بغداد کې په سفر بوخت و او له هغه ځاى څخه کابل ته راغى. کودتا کوونکو د ميوندوال موجوديت ګټور نه بللو او د٣ مياشتو لپاره يې بندي کړ او په بنديخانه کې يې له منځه يووړ او ويې ويل چې پخپله يې ځان په نکټاي وژلى، په داسې حال کې چې هغه يو غښتلى او په تن غټ سړى و او داشونې نه وه چې ځان وژنه وکړي . دده مړى يې په شپه کې ښخ کړ او دده کورنۍ ته يې ورونه سپاره. خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، سيد مخدوم رهين، د خداى بښلي ميوندوال په وژنه کې د محمد داود خان لاس لرنه رد کړه او داسې يې وويل:(( خداى بښلي ميوندوال په يوه ځوانه جمهوري کې سر راپورته کړى و چې د ناغوښتل شويو کسانو سره مخامخ شو، که څه هم د موجوده شواهدو په بنسټ په دې ناوړه پېښه کې رئيس جمهور سردار محمد داود لاس نه لرلو . ",د افغانستان د پخواني صدراعظم محمد هاشم ميوند وال، ورک قبر، 63,," ", 64,," ", 65,خپرنيزه څانګه,"                    د هيواد پياوړی، تکړه او منلی ليکوال او څېړونکی ، خدای بخښلی محمد ولي مندوزی چي د ٢٠٠٤ کال د اګست د مياشتي پر ٢١مه نېټه د هالنډ د دين هاګ په ښار کي په حق رسيدلی و ، جنازه يې نن سهار د نوموړي ښار په اوکن بورخ Ockenburch  نومي هديره کي خاورو ته وسپال شوه . د خدای بخښلي د جنازې په مراسمو کښي د هالنډ ، جرمني ، بلجيم او ځينو نورو اروپايي هيوادونو څخه راغليو  په سلګونو  مشرانو ، ليکوالو ، د کلتوري ټولنو استازو او همدا ډول د خدای بخښلي ملګرو او د کورنۍ غړو ونډه اخستې وه . د خدای بخښلي مندوزي جنازه پرون ٢٦_اګست _ ٢٠٠٤ د سهار پر ١١ بجې خاورو ته وسپارل شو .  ( روح دي يې ښاد وي ) دقرآن عظيم الشان تر څو ايتونو او دعا وروسته د قبر سرته ټولو راغليو کسانو ته د ښاغلي عبدالروف خپلواک له خوا د خدای بخښلي مندوزي د ژوند په اړه لنډي خبري وشوې . وروسته تر دعا کولو ټوله ګډون کوونکي د فاتحې د مسجد پر لور رهي شوه ، چيري چي تر فاتحې وروسته د خيرات ترتيب هم شوی و . د خدای بخښلي سرمحقق مندوزي  پوره ژوند ليک به دده مرحوم د چاپ شويو اثارو، علمي اوفرهنګي خدمتونو له په اړه له مالوماتو سره يوځای ډير ژر په بېنوا ويبپاڼه کي ولوستلای شئ .   ",د خدای بخښلي محمدولي مندوزي د جنازې مراسم 66,," ", 67,," ", 68,حبيب الله غمخور,"      د ښـاغلي حبيب الله غمخــــــور ليکنه    مالمو- سويډن  ٢٧ / اګست /٢٠٠٤ په دې هيله چي ژبپوهان په دې هکله علمي ليکني وکړي !    په دي وروستيو ورځو کي مي په بېنوا ويبپاڼه  کښي د نورو علمي مقالو په ترڅ کي يو مطلب  (( پښتو هم د افغانستان رسمي ژبه ده )) تر نامه لاندي ولوست . په نوموړي مطلب او ليکنه کي داوسني حاکميت د واکدارانو څخه ګيله  پر ځای بولم او بايد ووايم چي زه ليکوال ، ژبپوه ، او اديب نه يم خو د ژوند د حالاتو پر اساس همېشه کوښښ کوم چي د خپل هيواد د تاريخي ، اساسي او فرهنګي روانو حالاتو ځان خبر کوم . پورته سرليک وهڅولم يوه لنډه غوندي تبصره وليکم او هدف مي دادی چي د پښتو ژبي ښاغلي ليکوال ددغه ستونزي د پيدا کيدو او حل په هکله مفصلي مقالې وليکي تر څو افغان ولس ددغه ستونزي په ټولو اړخونو پوه شي . له بده مرغه تر اوسه دا مسئله لکه څنګه چي ښايي نه ده څېړل شوې ، چي ولي پښتو ژبه په افغانستان کي دولتي شوې  ( ملي شوې ) ده ؟ زما په عقيده که چيري موږ د پښتو ژبي سره د برخورد او اړيکو مسئله وڅېړو ، څو ټکو ته بايد پام وکړو ؛ ١ _ پښتانه  ددې هيواد تاريخي اوسيدونکي او پښتو ددوی ژبه وه او ده ، البته زه نه غواړم د پښتو ژبي پر تاريخي تکامل او تر نن ورځي پوري د پښتو ژبي پر تاريخ د استعمال پر ځای او وخت خبري وکړم . که پښتانه په دې هيواد کي څو زره کلن تاريخ لري نو ژبه يې هم همدا شان لرغونتوب لري . سره له دې چي پښتو شاهانو پرپارسي ژبو سيمو خپل واک او سلطنت ساتلی او هغه منطقې يې په خپل دولتي حريم کي د تاريخ په بېلابېلو دورو او د بېلابېلو وختونو لپاره ساتلي دي ، خو بيا هم لکه څنګه چي مالوميږي پښتوژبي هلته خپل ويونکي نه دي پيدا کړي ، برعکس د پارسي ژبي کارولو او رواج ته زمينه برابره شوې ده چي د دې خبري اصلي ريښي بايد ژبپوهان وڅېړي . ٢ _ سلهاوو کلونه پخوا چي زموږ په هيواد کي د لويو او کوچنيو شاهي رژيمونو د جوړيدو سلسله را پيل شوې ده بيا تر اوسه دغو شاهانو په خپلو درباري ، ادبي ، غونډو او محفلونو کي يوازي د پارسي ژبي شاعران او بيا را وروسته هندمندان دربار ته رابلل اويوازي هغوی دربار ته د ورتګ امکان درلود . نه غواړم دهر پاچا نوم واخلم ځکه دا کار د همدې ليکني په توان کي نه دی ځکه په يوه کلمه سره وايم چي ((  له پيل نه بيا تر اوسه )) دربار د پارسي ژبي د ويونکو ځای ؤ . ٣ _ ممکن په لسهاوو نور لاملونه هم وي چي ولي پارسي ژبي دومره پرمختګ وکړ او ډير ښه عالمان ، اديبان او شاعران لري چي حتی دپښتو ژبي ويونکو په منځ کي د پارسي ژبي د يو شمېر سرغندويه شاعرانو د شعرونو ټولګي لکه پنج کتاب ، ګلستان ، بوستان ، د حافظ صاحب ، خواجه عبدالله انصاري ، او نور په قوي ګمان دهمدغو شاهانو او ددوی پلوه ديني عالمانو درباد او پارسي ژبي ته د هغه چوپړ پايله ده چي اوس پخپل موجوديت په ټول تاريخ  کي نه شي کولای مروجه ملي او دولتي  ژبه شي  . ټولو ته څرګنده ده چي په ټولو پښتو ژبه ويونکو سيمو کي ماشومانو ته دديني لومړنۍ پوهي د تر لاسه کولو په لاره کي د پارسي ژبي او پورته ويل شوو کتابونو لوستل د فکري غنا او ليکلو زده کړي معيار بولي ، سره له دي چي که ښه پاملرنه وکړو دا تعبير ځکه ساده دی چي پښتو ژبي ماشومان که  څه هم پارسي کتابونه لولي خو هغوی پښتو ليک لوست زده کوي نه پارسي ، ولي له ډيره پخوا د هغي دقيقي فرهنګي مداخلې پر اساس چي په پښتو ژبو کي شوي دي ، دا شان يو نا اګاهانه تعبير موجود دی ، چي دا لومړی ساده بريښي او د پښتو ژبي د رواجولو د مخنيوي پر ضد يې تاثيرات محسوس نه مالوميږي ولي په حقيقت کي دا ډير جور تاثير او ژوري ريښې لري . ٤ _ د لوی احمدشابابا له دربار نه بيا کله چي تيمورشا يو قزلباشه وکړه اوهغه دده ګرانه ښځه وه اوبيا تر همدی اوسنيو شېبو پوري زيات وخت قانونونو کي ليکل شوي دي چي پښتو رسمي ژبه ده او په دې راوروسته کي د رسمي کلمې سره د ملي کلمه هم يو ځای شوې ده چي په غټ ګومان دا کار يوازي د پښتنو دخوشحالۍ لپاره شوی دی . ځکه په عمل کي پښتو ته په دربار او دولت کي ځای نه دي ورکړه شوي  . په افغانستان کي د لوړو او مسلکي زده کړو موسسې ( پوهنتونونه ، دارلمعليمينونه ، او نور ) يوازي د هيواد په پلازمينه کابل کي وه او درسي کتابونه يې په دري ( پارسي ) ژبه وه لکه چي مخکي مي څرګنده کړه ارګ او دربار ته يوازي پارسي ژبو لار درلوده ؟ او که څوک رانه خپه نه شي ددربار او حتی ځينو شاهانو ژبه دري ګرځېدلې وه دوی په پښتوخبري نه شوای کولای او يا يې غلطه پښتو ويل . ٥ _ د افغانستان لپاره اکثريت کتابونه په دري ژبه تهيه کيدل ، او اکثره پښتوژبو ليکوالو هم ددې لپاره چي ددوی ليکني ګويا اعتبار ولري او د دولت له خوا تشويق شي ليکني او ژباړني په دري کولې . ٦ _ حقيقت تريخ وي که يوه شېبه موږ پښتانه پخپله ځان ته ګوته ونيسو له پيل نه بيا تر اوسه د انګريزانو د هغې پښتو دښمني پاليسۍ له مخي چي نه يې غوښتل پښتانه پوه ، د لومړنيو او لوړو زده کړو اوقلم خاوندان شي دخپلوګوډاګيانو اوهغو نوکرانو پواسطه چي په افغان ولس کي له مذهبي او يا بل اعتبارنه برخمن وه تبليغ کاوه او پښتانه يې د مکتب او تحصيل سره غبرګون ته هڅول همدا علت دی چي له بده مرغه سره له دې چي دا کلمه همېشه وايي چي تعليم پر نر او ښځو فرض دی ولي دهلک اونجلۍ ښوونځی ته له تګ نه مخه نيسي . په پښتنو کي پراخ تبليغ شوی دی او کيږي چي ښوونځی او لوړي زده کړي ددوی د اولادو عقيده خرابه وي . د همدې پښتنون دښمنه پاليسۍ دعملي کيدو پايله ده چي دغه لوی اکثريت د سواد له نعمت نه محروم او په پايله کي که غواړو او که نه ! بايد د بلي ژبي ويونکي پر دولتي څوکيو مقرر شي . هغوی څنګه پښتوژبي ته کار وکړي  ؟ واقعيت دادی چي په پوهه د انسان عقيده نوره هم مکمله او ټينګيږي ، خدای پېژندنه ، حق پېژندنه ، اويا د نورو ټولو ناوړو کړو  وړو په پايلو کي انسان يوازي د پوهي په نتيجه کي پوهيدلای شي . ٧ _ همدا پښتو ته په سرسري نظر کتل ددې باعث شول چي په حقيقت کي په ښوونځيو ، پوهنتونو او مسلکي موسسو کي نه په پښتو کوم کتاب شته او نه پښتو هلته ځای لري له شرمه ډکه خبره خو لاداده چي په زياتو تعليمي او تحصيلي موسسو کي پښتو د يوه ځانګړی مضمون په شکل ويل کيږي ، يوازي په کابل کي د رحمان بابا اوخوشحال خان ليسه په پښتو دي او په نورو ټولو کي په پارسي ژبه درس لوستل کيږي  . ٨ _ موږ که وغواړو چي دخپل هيواد په تاريخ پوه شو او يا هغه ولولو _ نو ضروري ده چي د خدای بخښلي غبار صاحب ، کهزاد صاحب چي مورنۍ ژبي يې پارسي وه اثارو ته مراجعه وکړو او يا حبيبي صاحب چي هغه هم په دواړو ژبو ليکني کړي دي . که د افغانستان دتاريخ په هکله ټول ليکل شوي اثار راټول کړو دا به ثابته شي چي په پارسي ژبه زيات اثار ليکل شوي دي . په دې وروستيو وختونو کي د پښتنو او پښتوژبي د تاريخ په هکله لږ څه نوري ليکني شوي چي دهغې جملې نه د ښاغلي استادغوث خيبري ليکني د يادولو وړ دي د هغه معلومات له مخي چي زه يې لرم ښاغلي خيبري صاحب همدا اوس د يوه تاريخي اثر په ليکلو بوخت دی خدای دي وکړي چي دا با ارزښته تاريخي اثر د يو چا په مرسته د چاپ بخت تر لاسه کړي او پښتانه يې په لوستلو سره د پښتو ژبي سره د جفا اوبيغورۍ اسناد اوشواهد مطالعه کړي . ٩ _ له هغې نېټې نه چي د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شوی دی بيا تر اوسه  پوري بېله  نورمحمد تره کي بل هيڅ کوم ولسمشر يا پاچا په نړيوالو غونډو اومحفلونو کي په پښتو وينا نه ده کړې ،  بلکي دهيواد په داخل کښي يې په پارسي اواوس  رواج دی په انګريزي خبري کوي . د بېلګي په توګه : ښاغلی حامد کرزی پښتون اوپه کندهار کي زېږيدلی دی مګر زياته علاقه لري چي په هيواد کي دننه په پارسي او انګريزي ژبو خبري وکړي . د ټولو پښتون دښمنه تلاښونو سره _ سره دا يو حقيقت دی چي پښتانه غوڅ اکثريت چي بايد د ولس مشر په خبرو پوه شي او نړۍ والو غوږوته دا وښيي چي افغانستان خپله ژبه لري او په هغه وينا کوي  . سره له دې چي د ټولو منل شويو نړيوالو ديپلوماتيکو نورمونو په اساس ښه داده چي د يو هيواد چارواکي په بهر او داخل کښي د بهرنيانو سره پخپله ژبه خبري وکړي ، يوازي په هغو خاصو حالاتو کښي ددوو هيوادو د مشرانوتر منځ  کومه خاصه مسئله چي بايد پټه او ددوی تر منځ وي د تړلو دروازو شاته دوه په دوه په انګريزي او يا بلي کومي هغې ژبي چي دواړه په اساني سره خبري پري کولای شي خبري کوي  . ولي ښاغلی کرزی په کابل کي د بهرنيو مشرانو او مطبوعاتي کنفرانسونو سره په انګريزي  ، لويه جرګه او نورو غونډو کي په پارسي خبري کوي . ډير داسي دليلونه شته او شواهد شته چي د پښتو ژبي سره د پښتنو لخوا د جفا او خپل سرۍ انکار نه منونکی اسناد دي او پر هغوی بايد کتابونه وليکل شي خو واکداران به دغه کار ته اجازه ورنه کړي . په همدې اساس واضح اوڅرګنده ده چي : _ په هغه هيواد کي چي پښتانه تر ټولو لوی اکثريت دي بيا هم دربار ، پاچاهانو بيا راوروسته ولسمشرانو ته پښتو بېګانه ښکاري . _ د هيواد په اکثريت تعليمي او تحصيلي موسسو کي پارسي مسلطه ژبه اوپښتو بېګانه وه . _ دولتي ټول کاروبار حتی په هغو ولايتونو کي لکه : کندهار ، فراه ، هلمند ، ارزګان ، زابل ، پکتيا ، خوست ، ننګرهار ، پکتيا ، کنړ ، لغمان ، کي چي ٩٥ ٪ پښتوژبي دي په پارسي ژبه سرته رسيږي . _ راډيو ، تلويزيون ، اوچاپي خپروني غوڅ اکثريت په پارسي ژبه نشرات کوي . ان تر دې پوري دهغو بهرنيانو لپاره کوم چي په افغانستان کي ديپلوماتيکي اويا نوري  دندي لري پارسي ژبي تر جمانان ګمارل کيږي . که رښتيا ووايو دهمدغوپښتنو واکدارو په اصطلاح برکت دی چي په بهر کي ديپلوماتانو اونورو کارکوونکو ته پارسي  ورزده کوي  ياني داسي پوه شوي دي چي د افغانستان رسمي او ملي ژبه پارسي ده . څنګه به توقع وشي چي پښتو مروجه دولتي يا ملي ژبه شي . _ په دې وروستۍ لسيزه کي د مهاجرت په شرايطو کي يو شمېر اديبانو ، ليکوالو اوشاعرانو يو شمېر کتابونه په پښتو ژبه وليکل ، چي دهغوی دودول په پارسي ژبو کي د همدغو کتابونو د خصوصياتو او بڼي له مخي ډير ضعيف بريښي اوپارسي ژبو ته د هغو د ويلو اړينه نه پيا کيږي . داسي علمي تخنيکي اثار چي په هغو د پوهيدو اړتيا هر څوک او د هري ژبي ويونکي احساس کړي متاسفانه ډير کم او يا هيڅ نه دي ليکل شوی . هغه چي ليکل شوی دي د رواجولو او شهرت پيدا کولو لپاره يې هيڅ چا تلاښ نه دی کړی . که ټول تاريخي شواهد ، دليلونه ، او د پښتو ژبي سره ناخوالي وڅېړو پايله به يې داوي چي : تر څو چي خپله پښتانه ، پښتانه واکداران ، پښتانه ليکوال  اوپوهان خپل دغه ملي او وطني لوی مسوليت درک نه کړي او دهغه د رفع کولو لپاره وجداناً کار ونه کړي او په پښتو ژبه داسي علمي تاريخي ، ادبي اوفرهنګي اثار ونه ليکل او ونه ژباړل شي او د نوي نسل لپاره يې لوستل اړينه ونه برښي د پښتو سرنويشت به خالي فرمانونه او د اساسي قانون په مادو کي دهغې په يادونه (( پښتوملي يا رسمي ژبه )) ده دا ستونزي او د پښتو ژبي بدمرغي پای ته نشي رسيدای . او پښتانه چي ددې ټاټوبي اصلي او تاريخي اوسيدونکي دي د خپلي ژبي د کارولو او هغې ته له درناوي نه به بې برخي وي . زه په دې عقېده يم راځی چي د يوه افغان په صفت پر پښتو ژبي له سياسي او اډيا لوژيکي تجارت او په خبرو د هغې له ملاتړ او دفاع نه تير شو ځکه دا کار پښتانه له نورو لږه کيو څخه چي دهغو عام ولس هيڅ ګنا نه لري ليري کوي او د پښتنو دښمنان بيا له موقع نه په ګټه اخستلو سره د ژبو په جنګ کي سياسي ګټي لټوي . ښه به داوي هغه څه سرته ورسوو چي په افغانستان او له هغه نه بهر د نورو ژبو ويونکي د خپلوعلمي او تخنيکي مالوماتو د پوره کولو لپاره په خپله وهڅيږي چي پښتوژبه زده او دا علمي اثار پرې مطالعه کړي . ژبه هغه وخت غښتلې کيږي چي دويلو ، لوستلو ، او زده کولو اړتيا يې احساس شي . ماته د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهنوال رسول باوري چي همدا اوس په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني مشر دی څو کاله پخوا له کابل نه په بېلابېلو وختونو کي ليکونه راليږل ، په لومړي ليک کي چي د ښاغلي ( رباني ) د زمامدارۍ وختونه وه د پښتوژبي سره ددښمنۍ کچه ليکلې وه ، اوبل وخت يې بيا د طالبانو په وخت کي د پښتوژبي سره لېوالتيا اوپارسي سره دښمنۍ اندازه راته ليکلې وه ، چي  دا دواړه ليکونه زماسره همدااوس هم شته ، ددغو ليکونو په لوستلو سره هر انسان حيرانيږي چي په دې هيواد کي څه تيريږي ، متل دی چي وايي :  نه بايد دومره خوږ شې چي ټول دي وخوري  اونه دومره ترېخ چي ټول دي وغورځوي  ؛ . د پښتنو منطقي اوله انصاف سره ملګرې کړنه زموږ دهيواد د ټولو ژبو په ګټه ده او د ژبنيو اختلافاتو څخه د ناوړه ګټه اخستونکو مخه به نېول شوې وي . ښه به داوي چي پښتو ژبه د خپلو پښتنو په واسطه غني اوغښتلې کړو او له بلې ژبي سره يې په جنګ وا نه چوو . که پښتانه پښتو ته په درنه او وړ سترګه وګوري په هغه صورت کي به په افغانستان   او له افغانستان نه بهر ټول نه دا چي د پښتو درناوی به وکړي ، بلکي هغه به زده ، په دولت ، دربار  او مطبوعاتو کي  عامه او مروجه ژبه شي . په دې بايد پوه يو او ټينګ باور ولرو چي دهر چا عزت او لوړ تيا پخپلو کي ده . په دې هيله چي پښتانه په دې تکل شي چي دخپلي ژبي عزت وکړي . ",پښتو ته پخپله پښتنو په ټيټه سترګه کتلي 69,," په خوست کښي په يوه لارۍ موټر باندي د نا پيژندل شوو وسله والو کسانو له خوا بريد شوي چي په ترڅ کښي يي يو تن وژل شوي او يو بل ټپي شوي دي . په سيمه کښي د بي بي سي خبريال وايي دغه لارۍ موټر د نړيوالوايتلافي ځواکونو لپاره د اړتيا وړ توکي ليږدول . د خوست د امنيې قومندان خيال باز شيرزوي د دغه پيښي پړه يو وار بيا په طالبانو وروا چوله.                 ",په يوه لارۍ موټر باندي بريد شوی دی 70,," په افغانستان کښي د لوړو زدکړو د وزارت له خوا خپرې شوي خبرتيا کښي غوښتنه شوي چي په ټول هيواد کښي دنوموړي وزارت دکار کونکو په ګډون  ښوو نکي او زده کونکي بايد په خپلو دفترونو ، صنفونو او ليليو کښي له سياسي بحثونو څخه ډډه وکړي. د دي تر څنګ له وزارت سره تړلوځا يونو کښي  د ټاکنو په لړ کښي د سياسي او تبليغاتي پوسټرونوپه لګو لو هم بنديز لګول شوي دي. که څه هم يو شمير زدکونکو پر دا ډول   سياسي فعاليتونو   له  بنديزونو سره مخالفت ښودلي ، خو د نوموړي وزارت په وينا دغه ګام په تدريسي چاپيريال کښي د ګډوډيو د مخ نيوي په لړ کښي پورته شوي دي.               ",په ښوونځيو ، پوهنتونونو او ليليو کښي پر سياسي بحثونو بنديز لګيدلی دی 71,," ", 72,," ", 73,," ", 74,,"                  تېره پنجشنبه دارغنداب ولسوالي دولت له  يوه کاله پس له طالبانونه ونيوه "" دزابل ولايت په ارغنداب کې دتصفوي عملياتو په نتيجه کې ١٧ نفره دطالبانو نيول شوي دي دهغو عملياتو په تر څ کې چې دزابل ولايت دارغنداب په ولسوالي کې دزابل دولي خيال حسيني په وينا دپنج شنبې په ورځ دزابل ،غزني دوسوه عسکرواو دايتلاف دځواکونو په ملتيا پيل کړي وه اته نفه يې مسلح کسان او٩ نفره يې نور چې دطالبانو شک پرې کېدى نيول دي . دزابل والي خيال حسيني په وينا داعمليا ت لاتراوسه هم روان دي چې په سيمه کې پلټنه کوي .او له دي سره  والي دماين يوه  پيښه تايده وي خوولې  وژنه او زخمي کيدل دعسکرو  رده وي دارغنداب ولسوالي چې دزابل دوالي په وينا پس له يوه کاله يې دلومړي ځل لپاره دطالبانوڅخه لاس   راوړې او دعبدالقيوم په نامه ولسوال يې سره له خپلو ملګرو هلته دولسوال په صفت ورلېږلى دى. دزابل والي زياته کړه هلته اوس ارامي ده کومه امنيتي ستونزې نشته . خو دعيني شاهدانوله قوله په ارغنداب کې سخته جګړه روانه ده چې ډېرى طالبان او دولتي عسکر په کې وژل شوي دي چې په دې کې يو دغزني دوالي نږدې ملګرى هم سخت زخمي دى او دوه موټره ددولتي او ايتلافي ځواکونو په ريموټي ماينون الوزول شوي دي. له دې سره په څنګ کې دوه نفره نور چي طالبانو سټلايټونه ورسره نيولي وه امريکايانو ته يې دجاسوسي په  تور په نوموړې سيمه کې وژلي دي دادوه نفره چې له قلاته ميزاني وولسوالي ته روان وه او دهغې سيمې خلک وه .   ",د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالي پسله يوکال نه نيول شويده 75,," ", 76,," زمری افغان له سهيلي پښتونخوا څخه خبر راکوي دجمعې په ورځ دطالبانو لوړپوړى قوماندان حاجي ملا روزي خان عاکف له ايتلافي ځواکونو سره په يوه نيښته کې ووژل شو. ٢٨کلن حاجي ملا روزي خان عاکف دزابل ولايت نوبهار ولسوالۍ چې دامهال دطالبانو نوموتى قوماندان وه او په زابل کې يې ډېر ځله له امريکايې ځواکونو سره ګڼې نيښتې کړې وې  چې ډېر ځله دده دنيول کېدو او وژل کېدو خبرونه ورکېدل چې وروسته به بير ته ردکېدل خو په دې ورستيو کې يې دشاجوى ولسوالۍ جنوب ختيځ ته د خر ډ کلي ته څيرمه امريکايې ځواکونو محاصره کړ په داسي حال کې چې يو بل ملګرى هم ورسره وه چې دي مړ او ملګري يې اسير امريکايي ځواکونو ته په لاس ورغلى. دغزني والي اسدالله  خالد په دې اړه ويلي دي  :"" په هغو عملياتو کې  چې دجمعې په ورځ مو شروع کړي وه دطالبانو يو لوړ پوړي قوماندان ملا روزي خان له خپلو څو تنو ساتونکو سره وژل شوى او څو تنه نور وسلوال کسان ژوندي نيول شوي دي.""  ",د طالبانو د يوه تکړه قومندان حاجي ملا روزي خان د وژل کيدو خبر ورکړه شوی دی 77,," ", 78,," ", 79,," کندهار د ارغنداب ولسوالي ، د بابا ولي صاحب زيارت د جوړيدو په حال کي ( ولي شا طبيب عکاسي ) د کندهار په ښار او شاوخوا سيمو کښي د بيا جوړوني يو شمېر په زړه پوري کارونه شوي دي ، او لا ځيني يې اوس هم روان دي . په کندهار کي د بيا جوړوني په کارونو کښي تر ټولو ستر خدمتونه د کندهار مخکني والي ښاغلي ګل اغا شيرزي تر سره کړي دي ، ګل اغا شيرزی تېر کال هغه وخت د کندهار د ولايت له څوکۍ نه کابل ته ولاړی کله چي ولسمشر حامد کرزي د هيواد د ځينو واليانو د تيديلۍ فرمان صادر کړ . په دې فرمان کښي د هرات والي  تورن اسمعيل او د بلخ څخه عبدالرشيد دوستم وو. له نوموړو دريو تنو واکمنو څخه يوازي ګل اغا شيرزي د ولسمشر امر ته غاړه کېښوده او کابل ته لاړ چي تر اوسه هلته دنده سرته رسوي .  د ګل اغا شيرزي کابل ته په تګ سره د کندهار ښاريانو ډيره برخه نه وه خوښه ، اوداسي خو لاويل کيدل چي که ګل اغا کابل ته تګ  ونه غواړي نو ټوله ښار به يې په ملاتړ ودريږي ، له دې شمېر ښاريانو نه ډيره برخه د کندهار ښار او شاوخوا سيمو ځوانان تشکيلوي ، پر کومو چي د طالبانو د قدرت په وختونو کښي پر وريښتانو ، ږيرو خريلو ، موسيقۍ ، لوبو ، او .......  بنديزونه لګيدلې وه . اوس په ښار کښي هره خوا د بيا جوړوني کارونه تر سترګو کيږي ، په دې اړه د کندهار په ولايت کښي ښاغلي ولي شا طبيب يوه لاندي خبر او عکسونه راليږلي دي . په دې لاندي عکسونو کښي د کندهار ښار د بابا ولي  ( بابا صاحب ) زيارت چي د ارغنداب په ولسوالۍ پوري اړه لري وينئ ، دغه څو تصويرونه دکندهار دباباولي رح دزيارت اوشاحسيني بابا دزيارت اودشاوخوا دپارک ساحه ښيي . دباباولي رح زيارت په ډير ښکلي ډول جوړ شو ،همدارنګه دشاحسيني بابا زيارت ته ډيري ښکلي زينې چه دواړو خواووته ښکلي پنجرې هم لري او تعداد يې  ٢٨٣ زينو ته رسيږي   پورته شويدي ، دزينو په دواړو غاړو کي ښکلی  زرغون چمن کرل سويدی ،همدارنګه دسيلانيانولپاره دناستي ښه برنډې چه چت هم لری جوړي سويدي  کله چه سړی لاندي ګوري نو ټول ارغنداب معلوميږی،دتپې په کيڼ برخه کښی ښکلی دوه پوړيزه هوټل جوړ سويدی چه کار يی اوس هم جريان لري . دباباولي دزيارت په څنګ کښي يو ښايسته مسجد هم بنا سويدی او  دغه کارونه اوس هم جريان لري ، کوم سړک چه دکندهاردښاره دبابا ولي زيارت ته غزول سويدی ټوله ډامبر سويدی ،د زيارت په شاوخوا کي دبرېښنا لوی لوی څراغونه ځوړند دي ، او هري خواته ډير ښه دتفريح ځايونه سته  ،دپنجشنبې  ورځ ښځوته ځانګړی سويده . په زرهاوو خلک خصوصا دجمعې په ورځ راځي . داټول کارونه دمحترم ګل اغا شيرزی په همت اومړانه سويدی . پښتو کی وايی چه ميړه مړکه خو مړانه يی مه ورکوه . نوموږ هم د ګل اغا شيرزي دغه نوښتونه دده يوه مړانه بولو او ستايو يې . يادښت : هڅه کوو په تر دې وروسته د کندهار د ولايت د ښووني او روزني پر چارو درنو لوستونکو ته معلومات وړاندي کړو .   ",کندهار او د بيا جوړونې دکارونو يوه بېلګه 80,," ", 81,," ", 82,ولي شا طبيب," ولي شا طبيب / کندهار  کله چه می دلمړی ځل لپاره دخيبر پښتو چينل ليدنه وکړه ، په لمړيو شيبو کی ډير خوښ سوم ٠خودازما خوښی همداسی څو شيبې وه ،دځانه سره می وويل چه کاشکي خومې داډول چينل نه وای ليدلی ٠زما دخواشينۍ سبب دا ؤ چه په دی چينل کی پښتوکمه کمه او انګريزی اواردو زياته زياته وه ، خو زه نه غواړم چه ددی چينل چلونکی سم دلاسه ګرم کړم ، په شروع کی ستونزي وي ، خو ښه خبره داده چه سمون بايد راوستل شی ٠ زه ددوی دغه نوښت ته درناوی کوم ٠ خبره داده چه دا چينل خو تر  ٥٠ ز ياتو ملکونو کښی ليدل کيږې ٠هلته چه کوم پښتانه  نوی ځوانان اوماشومان داډول ګډه وډه پښتواوری نوبه همدا دانګريزې ، اردو او پښتو يو ګډه ژبه زده کړی ٠ اود پښتو دژبي دورانۍ سبب به شي ٠ په شمالی پښتونخوا کی خو دپښتنو داسی شاعران تيرسويدي لکه خوشحال خان خټک ،رحمان بابا او نوردپښتو ادب ځلانده ستورې  ځليدلی اوځليږې ٠ زما هيله داده چه دخيبر چلونکي دي داسي کسان په کار وګماري چي په خوږه پيښوري پښتولهجه  وږغيږی ،هلته خو دپښتوژبي ډير تکړه ليکوالان او دپښتو ادب پوهان سته ، همدارنګه که د خيبر چينل ښاغلي کارکوونکي د پښتني دود او کلتور سره سمي خپروني وکړي ، دا به  د ټولو افغانانو او په زياته بيا ټولو هغو کسانو لپاره چي دا چينل ګوري يو خدمت وي . او هيره دي نه وي چي موږ داسي چينلونو ته اړتيا لرو ، داسي چينلونه به نه يوازي د بهرميشتو ماشومانو لپاره په زړه پوري وي او د خپلي ژبي اوکلتور په اړه به ډير څه ترې نه زده کوي بلکي ټولو هغو افغانانو ته چي په بهرنيو هيوادونو کي  اوسيږي او د هغه هيوادونو په ژبه لا سم اشنا نه دي ، دا سي چينلونه ډير ګټور تماميږي .   زه هيله مند يم چي د خيبر چينل کارکوونکي او مسوولين زما په دې وړانديز خپه نه شي . هغه يو بيت مي راپر زړه شي چي وايي :   ته پښتو وايه پښتونه له دې ننګه چي وطن دي په نوم ياد د پښتانه دی .     ",پښتو به په پښتو وايو نه په انګريزي او اُردو ! 83,," ", 84,خپرنيزه څانګه,"    ښاغلی  حبيب الله رفيع       __________________________      ښاغلی عبدالحميد مبارز په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې له خوا د افغانستان د سياسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو او د غازي امان الله خان د واکمنۍ د پنځه اتيايمې کاليزې په وياړ  دوو نومياليو افغان ليکوالو او  د بيان د ازادۍ وتليو او زړورو مبارزينو  ښاغلي استاد حبيب الله رفيع او ښاغلي عبدالحميد مبارز ته د غازي امان الله خان  د ازادۍ د سرو زرو مډالونه ورکړل شول .   په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې دغه پرېکړه د روان کال د اګست پر ٢١ نېټه په هغه  ستره غونډه کې اعلان شوه چې د هېواد د خپلواکۍ او د غازي امان الله خان د واکمنۍ د پنځه اتيايمې کاليزې په مناسبت د جرمني د ليورکوزن په ښار کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له خوا د اته سوو تنو افغانانو په ګډون جوړه شوې وه او مډالونه او سندونه يې پر هماغه ورځ د جلال اباد په تاريخي ښار کې په هاغه غونډه کې دغو ښاغليو ليکوالو ته وړاندې شول چې په همدې وياړلي مناسبت د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او د ختيځو ولاياتو د ليکوالو او ژورناليستانو ټولنې له لورې جوړه شوې وه. ",دغازي امان الله خان د ازادۍ د سرو زرو مډالونه >>> 85,," ", 86,," ", 87,," ", 88,," ", 89,," ", 90,," ", 91,," ", 92,اياز نوري خوست وال," د استقلال په وياړ ځوان حکمران دا ليکنه په حقيقت کي د اعليحضرت غازي امان الله خان د سيرت او صورت يوه خاکه ده . چي  په کال ١٣٠٢ ل کي د ( ا . ص ) په قلم ليکل شوې ده . او بيا د نوموړي کال د >  امان افغان  < د ورځپاڼي د زمري د مياشتي په ٢٩مه ګڼه کي  ( د کابل څخه مکتوب ) تر سرليک لاندي چاپ شوې ، چي ورپسې د وخت په رشديه ښوونځيو کي د ( ادبي منتخباتو د کتاب ) په نوم د ١٣٠٧ ل کال د چاپ څخه اقتباس شوې ده . کوم متن چي دلته تقديم کيږي ، د هغه ځوان پاچا صورت او سيرت ، په موشګافۍ سره معرفي کوي ، او ددې انځور څخه څرګنديږي چي ليکوال د غازي سره دوست او ملګری پاتې شوی دی او هغه خدای بخښلی يې په دقيق او ژول ډول پېژنده . ( حبيب الله رفيع )     د اعليحضرت غازي امان الله خان صورت او سيرت     د ( ا . ص ) ليکنه  (( ١٣٠٢ ل کال کابل )) ژباړونکی :   اياز نوري ( خوست وال )  ٢٨ / اسد/١٣٨٣ل  / هالنډ       حضرت امان الله خان د خپل شهيد پلار امير حبيب الله خان  دريم مشر زوی دی . د يوه ځانګړي فطرت خاوند دی او دخپل نيکه امير عبدالرحمن خان په څېر د کلکي ارادې او عزم خاوند دی . اوس د عمر په ٢٨ کلنۍ کښي دی . د منځنۍ وني خاوند ، صحيح البنيه او غنم رنګه دی . د تورو ښکلو سترګو څخه يې د پوهي او ذکاوت اثار راڅرګنديږي . برېتونه يې لنډ دي هيجاني او عصبي مزاجه ليکن متواضع دی .فوق العاده ذکي ، سريع الانتقاله ، ظريف او نکته پوه زلمی دی . خپل مخاطب ضرور مسخر کوي . سره له دې چي د پخوانيو اميرانو مهيم شمېر او اوسني جګپوړي حکومتي اراکين د هيواد په ملي ژبه ( پښتو ) خبري نه شي کولای . امير ملي ژبي پښتو ته نه يوازي ترجيح ورکوي ، بلکي په هغې تکلم کوي . اوهغه کسان چي د پښتو ژبي څخه اهمال کوي ، خطا کار شمېري . په ترکي ژبه په بشپړ ډول پوهيږي ، په وطني پارسي لهجه اشعار وايي . او دغه دم اخته دی ، ( فرانسوي ) ژبه زده کوي . خپل زوي ، او يو ورور يې تېر کال د تحصيل لپاره پاريس ته واستول . موټر او بايسکل ډير ښه چلوي . د توپانچې په استعمال کي خورا ماهر دی . د پخوانيو آس ځغلوونکو په څېر تر ليري واټن پوري ، آس په چهار نعل ځغلوي . په کرسۍ او ممبر باندي په داسي برياليتوب باندي خطبه وايي ، چي حاضرين پر ژړا راولي . د تينس لوبه کوي ، مارش ترتيبوي . پيانو ږغوي او په خپلو لاسونو يوي کوي . ... !! . بالذات د لمانځه لپاره امامت کوي . کله کله له علماوو څخه پوښتي چي : “  ايا زما څخه به سېوا ، بل پاچاوي  چي خپل حق يې له علماوو څخه اخستی وي “  ممبر ته د ملي لونګۍ او بربنډي توري سره پورته کيږي او وايي : اميران بايد په خپله خطبه ولولي تر څو د فرمان ورکولو قوت او قاطعيت پيدا کړي “  په هر راز بدلون او تجدد مين دی ، او په ټټر کښي يې يو سپين او له مسلمانۍ ډک زړه دربيږي . په خپلو خطبو کښي تل حاضرينو ته د يوموټي توب سپارښتنه کوي : “ لومړی سره يو شئ ! پس له دې چي کلي او ښارونه وحدت سره وکړي ، بيا وار لوی اتحاد ته رسيږي  اووايي چي په راتلونکي کي به په دې اړه ستاسو سره خبري وکړم” . د اسلام پخوانيو حکمدارانو ته په وار سره دعا کوي ، او په پای کښي په دې تضرع له منبره څخه راکښته کيږي : “ خدايا ! ددې عاجز د الله جل جلالهُ دلاري د مجاهد سره توفيق مل کړه “. پلوی ددې دی چي خطبه د خلکو په ژبه ولوستل شي . کله له ملايانو پوښتي چي : خطبه دچا لپاره ده ؟  که د وګړو لپاره ده ولي دهغوی په ژبه خطبه نه واياست ؟ . امير وايي : د يوه ملت ژوند غير له ازادۍ څخه ممکن نه دی ! له همدې کبله همدا چي دپاچاهۍ په تخت کښېناست . ښکېلاکګر انګرېز ته يې توره په لاس ، دجګړې اعلان ورکړ ، او ملت يې هم دغه ژوند بخښونکې او خوږه ميوه دهمدې باتور مشر له لاسه څکلې ده . همدغه همت او وړتيا غازي امير امان الله خان له خپلو اسلافو څخه ممتاز کړی دی . جدي مشغولتياوي خوښوي  له مناقشې او مناظرې څخه منندوی کيږي . د نارينتوب خوی لري . د پاچاهۍ په ماڼۍ کښي تل نه کښيني . په خلاص او پراخ ماهول کي ګرځي او کار کوي . په يوازي توګه د خپل موټر سره بهر ، په چکر وزي . محمود خان طرزي د بهرنيو چارو پخوانی وزير چي ډير وخت يې په ترکيه کي تير کړی ، او اوس په پاريس کي د ( خپلواک ) افغانستان سفير دی . د امير خوسر دی  . که څه هم د امير په نيکونو کي د څو ښځو نکاح کول رواج ؤ . ليکن  ده په يوه ښځه کفايت کړی دی . د کور عصمت اوسعادت يې له لاسه نه دی ورکړی . د کنيزو او غلامانو ساتل يې منع کړي دي .زړه يې د ملت د زړه سره يو دی . د کابل او مزار شريف د ټيلفون په تړلو وايي : ( ما دا ارتباط ځکه جوړ کړ چي ملت مي خپل درد اوستونزي مخامخ ماته ووايي “ کله هم د څېرې په بدلولو بازار ته وزي  ، د خلکو سره اوږه په اوږه ټکري خوري او په زحمت ځان د ډوډۍ پخوونکي او قصاب هټۍ ته رسوي ، يوه ټوټه ډوډۍ او څه غوښه اخلي او شاهي کور ته راستنيږي .او په دې توګه په خپل پاک نفس ددغو څېزونو له بيي څخه ځان خبروي . د قبيلو او قومونو مشرانو ته کورونو ته ، ( چي ګيله کوي ، امير تل په کابل کي پاته کيږي او هيڅ زموږ احوال نه اخلي ) ، بېله مخکنۍ خبرتيا ورځي ، او دهغوی سره د امير غيبت کوي  ، او د وی ته وايي : راځۍ چي يو ځای ارګ ته د شکايت په رسم ورشو . دده هدف هم هغه قهريدلي کوهستانيان دي ، هغوی له ځان سره را اخلي اوشاهي کور ته ورسره راځي .  کوم وخت چي دغه قومي مشران ارګ ته په رارسيدو د پوځي ساتونکو او د پاچا د ياورانو د ډير درناوي سره مخامخ کيږي ، حيران پاتي کيږي ؟!. او بيا يې په مسئله سرونه خلاصيږي ، او بيا په همهغه ورځ دوی د امير مېلمانه کيږي .؟!. د پسرلي په موسم کي کله چي واوري والوزي ، امير د بزګرۍ کالي اغوندي ، د زرهاوو افغانانو ومخته ، په مځکه باندي يوې کوي . او په دعا کښي د لوی خدای جل جلاله څخه د فيض او برکت غوښتنه کوي . اوپه دې ترتيب سره غرني افغانان چي په لوړو اورغو کښي ، په شپون توب اخته دي ، تشويقوي چي له جګو څخه راکښته شي اوپه کرنه بوخت شي . امير له خولۍ څخه نيولې تر بوټو پوري  کالي دوطن له ساخت څخه ځانته جوړوي  . کورنيو شيانو ته په تعصب سره رواج ورکوي . په کابل کي د نورو هيوادونو استازي اوسفيران ، که وطني اورلګيت ونه کاروي په استاذانه کترو تنقيديوي . ترکان د اسلام تير ګڼي . او حقيقت خوښوي . د افغانانو د زړه ورتيا او نارينتوب پر خوی باندي مين دی . نه يوازي ددوی په خاندان کښي بلکي په کابل کښي داسي بل څوک نشته  چي دغازي غوندي ترکي ژبه يې زده وي . سره له دې چي د افغانانوملي رنګ تور اوسپين دی . امير سور رنګ ډير خوښوي . د پاچاهۍ بيرغ يې هم چي د ارګ پر ماڼۍ باندي رپيږي . سور رنګ لري . سره له دې جدي او ميړنی کرکټر لري . لطيف مزاج دی . زما په ياد دي ، په پغمان کښي  د خپلواکۍ په جشن کي ، خپل يو تصوير ته چي دده د جثې په اندازه په غوړ رنګ رسامي شوی او دنندارې لپاره درول شوی و ، پام واوښت  ويې خندل اوسلامي يې ورته ووهله . بله ورځ يې د يوه څو کسانو سره يادګار ي انځور اخيسته  ، هر څوک اخته و اوخپله قيافه يې جوړوله ، محمود بېک طرزي خپل حضور ته عرض وکړ : برېتونه مو سم کړئ ! اعليحضرت په جواب کښي ورته وفرمايل :  هو ، دا يو څه دي چي انشاالله په جنګ کښي به اصلاح شي . “  يوه ورځ يې د پوځي خولۍ په مناقشه او مناظره کښي  د آس د کمچينې د نوکې په واسطه په خاورينه مځکه يوه کرښه رسم کړه او بله کرښه يې په خپله ګوته تصحيح کړه ، او لازمه يې ونه ګڼله چي خپله ګوته له خاورو څخه پاکه کړي . نوموړی ملنګ نه دی . بلکي يو حکمتداره فليسوف دی . چي له خپلي خاوري عار نه لري ، هغه خپل شرف اوعزت ګڼي  او له ګوتي سره يې پورته کوي . امير ارزو لري چي د کابل جنوب لويديځ خواته چي تقريبآ ١٣ کيلومتره له ارګ څخه واټن لري .يو نوی ښار چي په ټولو روغتيايي او مدني اړتياوو مجهز وي، د ( بلده امانيه ) په نوم اباد کړي  ، او د لومړي ځل دپاره کاغذي پيسې چاپ ته ورکوي . اعليحضرت په ټولو خبرو اترو کښي چي د راتلونکي کال بوديجه په کښي تصويب کيږي ، بالذات رياست کوي . او په اوسني عصر کښي لومړی ځل دی چي هغه د بوديجې په سم تنظيم بريالی شوی دی . افغانان چي اوږده موده د خپل ژوند يې ، په خواريو او د روزګار په محروميتونو کښي تيره کړې ، انشاالله چي ددې ځوان پاچا په مرشدانه لارښوونه به په نژدې راتلونکې کښي ، دنړۍ دنورو بسياوو ملکونو په کتار کښي ، خپل مناسب ځای ونيسي . زموږ افغان وروڼه او خويندي  دداسي يو متجدده ، ترقي پالونکي او د عاليه شخصيت درلودونکي ټولواک په مشرتوب ، حقيقتآ مسعود اونېکبخته دي .      د ژباړونکي تبصره : شايد کوم ښاغلي لوستونکي ته داسي تحليل په ذهن کښي ورتېر شي ، چي دا ليکنه خو يو اړخيزه بڼه لري ! .  هو ، اعليحضرت امان الله خان انسان و ، او انسان جايز الخطا دی ! . سره له خپلو نېمګړتياوو د لوی خالق داسي خوښه وه چي د افغانستان دازادۍ د ګټلو لپاره دي د مشرتوب لوړ مقام اووياړ ، د غازي امان الله خان په برخه وي . ايا ده د استقلال لپاره ځان اوکورنۍ قرباني او برباد نه کړل .؟ دی زموږ د هيواد د غازيانو او شهيدانو ( جوهر ) دی . دهغه نيت د ملت په حق کښي ناپاک نه و ، له ده سره هغو کسانو خيانت وکړ ، چي غازي ته  واقيعآ د باور وړ کسان وو .... ؟ ! ګرانه لوستونکيه  ! په يوه لنډه خبره کښي ، که خپلواک پاچا اعليحضرت امان الله خان د ژوند تر پايه د افغانستان ټولواک ، او غورځنګ يې تر اوسه پوري د هيواد ، سياسي واکمن پاتي شوی وای ، نو زه او ته به نن داسي در په در ، بېوطنه ، محتاج اولالهانده په نړۍ کښي نه ګرځيدلای ! په درنښت : اياز نوري  ( خوست  وال )   ",د غازي امان الله خان صورت او سيرت >>> 93,," ", 94,دبېنواويبپاڼي اداره," Copyright © ‌Benawa.com 2004-2006 All rights reserved د بېنوا ويبپاڼي د كاپي كولو حق محفوظ دى، هيڅ يوه خبري رسنۍ حق نه لري چي د ويبپاڼي له اجازې پرته كوم خبر يا مقاله كاپي كړي . بېنوا ويبپاڼه په هيواد كي دننه او بهر ټولو هغو چاپي، برېښنايي، راډيويي او ټلوېزوني رسنيو ته په ډېر درنښت خبر وركوي چي له دې ويبپاڼي څخه دخبرونو اونورو موادو اخيستلو پر مهال دبېنوا ويبپاڼي ( Benawa.com)  يادونه وكړي . بېله دې د ويبپاڼي اداره حق لري چي د نړيوال مطبوعاتي قانون پر بنسټ له اړوندي خپروني څخه دخپل حق غوښتنه وكړي .   په درناوي        ",رسنيو ته د بېنواويبپاڼي خبرتيا ! 95,," د کندهار په ښار کښي په يوي بمي چاودنه کښي د يو تن د وژل کيدو او څلورو نورو د ټپي کيدلو خبر ورکړل شوي دي. طالبانو د بريدپړه په غاړه اخيستي او واي چي هدف يي  د ملګرو ملتونويو موټر وو.  دغه چاودنه نن د کندهار ښار  ختيځ لوري ته  دخوجک بابا په سيمه کښي د ځايي وخت سره سم په دري بجي رامنځ ته شوه. چاودنه په يو جيپ کښي ، چي روسي ډوله وو، د ځاي په ځاي شوو چاوديدونکو موادو له امله وشوه. دا چاودنه په داسي حال کي وشوه چي پرون دې ښار ته د افغان ملت ګوند مشر ښاغلی ډاکټر انوارالحق احدي هلته و ، او په سلګونو تنه دنوموړي ګوند غړي او سپين ږيري يې غونډي ته ورغلي وه . دا چي د نن بمي پېښه به له پرونۍ غونډي سره تړاو لري که نه ، لا مالومه نه ده .                 ",په کندهار کښي بمي چاودنه وشوه 96,خپرنيزه څانګه," ګزارشګر : حکمت الله څرك  / کندهار     په كندهار كي د افغان ملت ګوند له خوا د كرزي د كانديداتورۍ  ملاتړ غونډه جوړه شوه         د روان كال د وږى پر ١٢ مه د  افغان ملت ګوند له خوا د حامد كرزى د كانديداتورۍ د ملاتړ غونډه  د نوموړى ګوند د مشر پروفيسر ډاکتر انورالحق احدي په مشرۍ او د سل ګونو ګوندي غړو، سپين ږيرو او ازادو خلګو په ګډون د كندهار ښار په خوشبخت سالون كي جوړه شوه.   دا غونډه تر غرمي وروسته پر٣ بجې  د قران شريف د څو سپيڅلو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه په پيل كي په كندهار كي د ګوند د ولايتي شورا غړى او د كندهار د ګمرك رئيس حاجي عزيزالله اسحاقي د پيل وينا وكړه، په هيواد كي پر شته ستونزو، د هغو پر لاملونو او د اواري پر لارو چارو يې وږغيد.   ورپسي د نوموړى ګوند مشر ښاغلى ډاكتر احدي د تودو چكچكو په بدرګه د دريځ مخي ته وبلل شو ښاغلى احدي په پيل كي وويل:   زه ستاسو د تاوده هركلي او احساساتو څرګندولو لپاره د مننى ټكى نه لرم خو بس وايم چي تشكر،نوموړی  لومړى د ملتونو د سياسى تكامل پر بهير وږغيد او ويې وويل:   ملتونه د خپل سياسي تكامل په ترڅ كي له درو مرحلو څخه تيريږى چي لومړۍ يې د دولت جوړولو دويمه د ملت جوړولو او دريمه يې هم د ديموكراسۍ مرحله ده، ده د همدغو درو پړاوونو په اړه اوږدې خبري وكړى، بيا د افغان ملت ګوند پر تاريخ او ارزښت وږغيده او په پاي كي يې د خپل ګوند له خوا د ښاغلى كرزى د كانديداتورۍ د ملاتړ اعلان وكړ.   ده د خپلو خبرو په ترڅ كي د كرزى د حكومت مثبتو او منفي اړخونو ته اشاره وكړه او مثبت اړخونه يې فوق العاده ځواكمن وبلل، ده همدارنګه د كرزي حكومت په افغانستان كي يو انقلاب وباله او د دې انقلاب د تكميل لپاره يې د كرزى بيا ټاكنه اړينه وبلله، ده وويل:   زه ډير ګمان كوم چي كرزى صاحب وړونكى دى، خو ښه خبره به دا وي چي موږ دي په ښه لوره اكثريت سره بريالي كړو، په لوى اكثريت د برياليتوب ګټه دا ده چي دي بيا كولاى شي چي پخپله اداره كي لوى تصميمونه ونيسى، ده همدارنګه د نورو ګوندونو په اړه پرته له دې چي نوم يې ياد كړي نظر وښود او ويې وويل:   موږ كوښښ كوو چي د ګوندو تعداد لږ شى او درو څلورو ته را ورسيږي او نورګوندونه چي دي ماته يې هيڅ واضحه تګلاره او پلان نه مالوميږى.   په ده پسي قومي مشر او د كرنى پخواني وزير عزيز الله ( واصفي ) په كندهار  كي د نوموړي ګوند د ښځو د جرګي مشرې عاليې، په زابل كي د ګوند ولايتى جرګي منشى سيدا جان ( غمخور) ،په هلمند كي د ولايتي جرګي په استازيتوب امان الله ( سعادت )، د كندهار پوهنتون رئيس حيات الله ( رفيقي ) او يو سپين ږيري سيد ظاهر اغا ويناوى واورولې، د غونډي په وروستيو كي ځينو مشرانو او تجارانو ښاغلى احدي صاحب ته پګړۍ ور پر سر كړه او نوري ډالۍ يې ورته وړاندى كړې، غونډه د ماځيګر په پنځه نيمو بجو د دعا په ويلو سره پاى ته ورسيده.     ",ډاکتر انوارلحق احدي او د کندهار غونډه 97,," ", 98,," د نړيوال اعتلافي ځواکونو يوه وياند د شنبې په ورځ وويل ، دوی به دافغانستان او پاکستان په پوله کي  د سرحدي ځواکونو سره مرسته وکړي تر څو د طالبانو د ازادانه تګ راتګ مخه ونيسي . د اعتلاف ځواکونو دا خبر په داسي حال کي ورکړی چي د ناټو په مشرۍ  نړيوال سوله ساتي ځواکونه د ولسمشرۍ لپاره د ټولټاکنو تر مخه د پرله پسې بريدونو خبرداری ورکوي . پاکستاني پوليسو ژمنه کړيده چي هغوی به د افغاني پولي د امنيت په ساتلو کښي د افغاني لوري سره مرسته وکړي تر څو د طالبانو د تګ راتګ مخه ونيسي . ",نړيوال اعتلافي ځواکونه او د پاکستان سرحدي سيمو امنيت 99,," ازادي : ټاکل شوي ده چي د ټولټاکنو لپاره د نوم ليکني بهير به په پاکستان کي د ميزان د لومړۍ نيټې څخه پيل شي او دري ورځي به دوام وکړي ، يو شمير افغان کډوال دا موده لنډه بولي او وايي چي ښايي ډيری افغانان په دې موده کښي د رايي کارتونه تر لاسه نه کړای شي . په پېښور کي افغان کډوالو د نوم ليکني پروسه پې ډيره زياته ځنډولې ده .همدا ډول په پېښور کي د کډوالو د ادارو پر کارکوونکو تورونه لګيدلې دي چي د نوم ليکني لپاره د کارکوونکو د ټاکلو په برخه کي رشوت اخلي . په پاکستان د نوم ليکني دچارو واک اې او ايم او بي پي ايل ته ورسپارل شوي ده . پېښور کي ځينو افغان کډوالو وويل چي په داسي تنګ وخت کي به ناممکنه وي چي ټول افغانان د نوم ليکني لپاره نومونه راجستر کړي . ",په پېښور کي مېشت کډوال او د نوم ليکني پر بهير نيوکي 100,," تېره ورځ دسهيل لوېديځ زون  قومي مشرانو ، ديني عالمانو دکندهار ښاردسرې جامې په جومات کې په راتلونکو ټولټاکنو کې دحامد کرزي ملاتړ اعلان کړ . داغونډه چې دسهار له ا تو بجو پيل او دمازويګر تر ناوخته يې داوم وکړ دفراه ولايت دخلکو استازي حاجي الصمد ساهو ، دکندهار دخاکريز اوسيدونکي سيداجان ،دکندهار دمجاهدينو استازى محمدعمر ساطع ،ملالطيف اخند او زلمى مجددي دغلجيو ټبرونو استازي ،محمدولي هوتک دنورزيو او اڅکزيو قومونو استازو دحامد کرزي تېره دوکلنه دوره ښه وبلله، ددوى په وينا په دې دوره کې افغانستان سياسي او اقتصادي حالتونه دخلګو په ګټه بدولون وموند، نو ځکه ددوى په وينا دوى په راتلونکو ټولټاکنو کې دحامدکرزي له کانديدۍ نه ملا تړ کوي . په نوموړې غونډه کې دافغانستان بانک او دافغان ملت ګوندمشر انورالحق احدي هم ګډون درلود ده حامد کرزى دهيواد دسولې ريښتينى خدمتګار وباله او دهغه دکانديدوڅخه يې ملاتړ اعلان کړ. په دې غونډه کې دکرهڼې پخواني وزير عزيزالله واصفي دجمهوري رياست لپاره دانتخاباتو په اړه مفصلې خبرې وکړې، او رايه ورکونکي يې دانتخاباتو پر مهال مسئوليتونو ته متوجې کول.   ",په سهيل لويديځه حوزه کښي د حامد کرزي په ملاتړ غونډه وشوه 101,,"                                                    دپنجشنبې په ورځ دکندهار دمنډيګک په ماڼۍ کې داصلاحي مشورتي جرګې په غونډه کې ددې فلم په اړه خبرې وشوې . نوموړى فلم چې دکندهار په سيمه کې دبياودنولو پر بهير جوړېږي دکندهار والي يوسف پښتون په نوموړې غونډه کې دپلان رياست ، ښاروالۍ اونوروادارو مسئوليونو ته په دې اړه دنده ورکړه چې دبياودانولو کارونه راپورتاژ په پاى کې مرکې وکړي اوهم هغه ځايونه چې بيارغاونې ته اړتيا لري په نښه اوڅرګند کړي . دکندهار والي په دې ډېره خوښي څرګند ه کړه چې ددې سيمې بيارغاونه دمستند فلم له لارې خپلو هيوادوالو او نورې نړۍ ته ښول کېږي. ديادولو وړده چې څوکاله وړاندې کندهار ښار دطالب رژيم  يواځينى مرکز وه چې دامربا المعروف تر سخت تسلط لاندې وه چې دفلم کتل ګناه بلل کيده ، او تر نورو ولايتونو يې دلته تسلط ډير و . ",په کندهار کې مستند فلم جوړېږي 102,,"  له ايران څخه افغانستان ته جعلي روپۍ ليږدوونکې نيولى دى. په فراه کي  پوليسو يو تن د لس زره دوه سوه جعلي افغانيو سره يوځاي دغه کس په فراه کي دوږي په څوارلسمه نيټه دفراه داميني قومانداني د پوليسو له خوا په داسي حال کي ونيو ل شوچي يوه اندازه  جعلي افغانۍ يي دافغانۍ پلورلو بازار ته وړاندي کړي وې . دفراه دامنيت امير سمونيار محمدرسول  خبريالانوته  وويل   :زموږپوليسو ،يوتن عبدالجبار دمحي الدين زوي په بازار کي د لس زره دوه سوه  جعلي افغانيو سره ونيوى سر له دې چې بل ملگري يې  يه تيښته بريال شوى چې له هغه سره لس زره اوسل جعلي افغانۍ وې:ده زياته کړه نيول شوي کس دلومړنيو تحقيقاتو په ترڅ کي ويلي چي دغه جعلي افغاني يي دايران له مرکزتهران څخه راوړي او هلته دجعلي افغانيودچاپ ځاي موجودى.چې نورې هم توليده وي .دفراه دامنيت دامير په وينا پلټنه راونه ده اونور معلومات به وروسته معلوميږي . ",دايران څخه افغانستان ته جعلي بانک نوټونه راوړل کيږي 103,," په کندهار کي ديوي چاودنې په تر څ کې يو تن عام وګړى  وژل شوي اوڅلور نور ټپيان شويدي . داچاودنه دوږي دمياشتي پرديرلسمه  نيټه   ددووبجو او ديرشو دقيقو په  شاو خواکي د کندهار ښار د پنځمي   ناحي دحضرت جي بابا  په   سيمه کي رامنځ ته شوه . دا چاودنه دهغه چاوديدونکي موادو له امله رامنځ ته شوه چي په يوه زاړه جيپ موتر کي ځاي پر ځاي شوي وه دکندهار دامنيت اميرجنرال احساس په دې اړه وويل:. دچاودني له امله هغه وخت  يوتن مړ او څلور نور ټپيان شول چې ددوى ټکسي موټر ته نيږدې په يوه جيف موټر کې يوه قوي انفجار وشو: جنرال احساس زياته کړه چاودنه په داسي ځاي کي رامنځ ته شوي چي کوم دولتي اويا دمرستنديه موسيسي دفترونه نه وموجود.يووژل شوي کس اوټپيان ټوله دکندهار عام اوسيدنکي دي.خويوه خبره ديادوني وړده چي په دي چاودنه کي دټولټاکنوددفتر يوه موټرته چي دچاودني پر وخت پر سړک تيريده هم زيان اوښتي ولي په موټرکي ناست کسان روغ رمټ دي .جنرال احساس ددي چاودني پړه پر طالبانواچولې دده په په وينا  هڅي  يې رواني دي . ", په کندهار کې يوه زوره وره چاودنه . 104,,"  دغه نښته دجمعي دشپي دروبجو په شاوخواکي هغه وخت رامنځ ته شوه چي يوي ډلي وسلوالو کسانودهلمند دگرمسير ولسوالي دستار په سيمه کي پريوي امنيتي پوستي بريد وکړ. ددي ولسوالي امنيه قوماندان خان محمدد ويلي دي:دوسلوالو کسانو دبريد په وړاندي دسيمي امنتي ځواکونوکلک مقامت وښودي چي په نتجه کي يي بريدکونکي په داسي حال کي شاتگ ته مجبوره شول چي څلورتنه ووژل شول اواته تنه يي ټپيان شول:ده زياته کړه ددي بريد په ترڅ کي ددولتي ځواکونوڅخه هم پنځه تنه ټپيان شول چي ديوه حالت يي نازک دي .خان محمد داوسلواله بريد کونکي طالبان وبلل اووويل چي دنيولو لپاره يي په سيمه کي عمليات روان دي .ولي تردي مهاله کوم څوک نه دي نيول شوي.ديادوني وړده چي پخپله طالبانو ددي بريد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. ",دهلمند په گرمسيرولسوالي کي نښته شوي. 105,,"  . په دي اړه دکندهار امنيه قوماندان ډگرجنرال خان محمدمجاهد دبينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل:دوږي پر يولسمه نيټه دسهار پر نهو بجو يوه ډله ماشوم تښتونکي  پاکستانيان په داسي حال کي ونيول شول چي دکندهار دډنډولسوالي دغونډۍ له کلي څخه يي يوه پنځه کلنه نجلي تښتوله: ده زياته کړه کله چي ددوي څخه يوه نر اويوي ښځي نوموړي ماشومه سرايچه موټرته پورته کړه دکلي نوروماشومانووليدل اونيژدي امنتي پوستي ته يي خبرورکړچي دوي بيا دکندهار کابل ددوه لاري پوليس دمخابري له لاري خبراوماشوم تښتونکي يي په داسي حال کي ونيول چي ماشومي ته يي نشه ورکړي وه اوتر خپل څادر لاندي يي پټه کړي وه.   خان محمدمجاهدوايي تردي مهاله مودنوموړوپاکستانيانوڅخه څوارلس نارينه اواوه تني ښځي دنشيي موادو سره يوځاي دماشوم تښتوني په تور نيولي اوتحقيقات ورڅخه روان دي. نوموړي کسان چي دپاکستان دسيندصوبې  اوسيدونکي دي اواوس په کندهار ښارکي له خپلو ښځواوماشومانوسره يوځاي په خيموکي ژوند کوي ښځي يي دجاموټوکران  په کليواوکورنوگرځوي اودکورونوپر ښځويي پلوري. ",په کندهار کي يوه ډله ماشوم تښتونکي پاکستانيان نيول شويدي 106,," ترراتلونکو ټولټاکنوپوري به په ټول افغانستان کي ا وويشت زره وسلواله کسان بي وسلي شي. دغه خبره په هغه غونډه کي ياده شوه چي دسنبلي په پر يولسمه نيټه په کندهار کي جوړه شوي وه . دملي دفاع دوزارت دافراسيون ريس جنرال کريمي وويل:مخکي داسي پلان ووچي دټولټاکنو تر وخت پوري بايدپه ټول افغانستان کي په سلوکي څلويښت وسلواله کسان بي وسلي اوملکي ژوندته راستانه کړو خواوس داسي فيصله شوي چي دټولټاکنو تر وخته پوري بايد په ټول افغانستان کي وويشت زره تنه بي وسلي اوملکي ژوندته راستانه کړو: ده زياته کړه که څه هم موږدزياتو ستونزو سره لاس او گريوان يو خو بيامو هم تردي مهاله څوارلس زره وسلواله کسان دبي وسلي کولو په پروسه کي شامل کړيدي اودنور دبې وسلي کولو کارروان دي . جنرال کريمي داهم وويل چي دراتلونکي عيسوي کال دجون ترمياشتي پوري به موږپه افغانستان کي ټوله هغه وسلواله کسان بي وسلي اوملکي ژوند ته راستانه کړوچي اوس په يوه اوبل نامه ددفاع وزارت سره راجسټر دي اوددويځاي به دملي اوردو ځواوکونه ونيسي.ده دافغانستان دنوروولايتونوپه پرتله په کندهار کي دخپل کار څخه غوښي څرگنده اووويل :په کندهار کي پلان ووچي دري زره اوه سوه دولس تنه بي وسلي شي چي له دي جملي څخه ديوزردري سوه دوه نفرو نه وسله ټوله شويده:خودکندهار دځانگړي نظم غنډقوماندان جنرال عطامحمداو دسيمي نور قوماندانانو انديښنه ښکاره کړه چي ددي سيمي دامنيتي ځواکونو په بي وسلي کووسره به په سيمه کي به دطالبانو حملي نوري هم زياتي شي.ولي ددوي په ځواب کي جنرال کريمي وويل چي درواني مياشتي په وروستيوکي به موږپه کندهار کي دملي اوردو قولواوردو جوړاوپرانيزو.دده په وينا همدااوس په کندهار ،زابل ،اواروزگان کي دملي اوردو ځواکونه دايتلاف دځواکونوسره يوځاي دطالبانوپر ضدپه عملياتو بوخت دي ديادوني وړده چي په دي غونډه کي دکاناډاسفير الکساندر اودجاپان دسفارت استازې په افغانستان کي دډي،ډي،ار دپروسي سره دخپلوهيوادونوله خوا دمالي مرستي يو ځل بيا ډاډ ورکړ. ",په افغانستان کي د بې وسلې کولو بهير 107,," ", 108,," ", 109,," ", 110,," ", 111,ډاکټر طارق رشاد,"   ډاکټر طارق رشاد / هالنډ  افغان کړېدلی ولس چي د سولي له هر نوښت څخه تر څو له هغه ناهيلی شوی نه دی ملاتړ ښيې ، اوس لا هم هيله من دی چي جګړه ژر تر ژره ختمه ، نېمګړتياوي رفع ، د عادلانه او رښتيني سولي پرلور ګام واخستل شي ، نه  (( د منفي سولي )) لپاره چي پراخه جګړه نه وي ، خو د جګړې (( بالقوه ځواکونه )) په ټولنه کي موجود اوولس يې يرغمل کړي ، او هم کله کله په سيمه کي دخپل واک د غزېدو لپاره جګړې پېښوي ، له مرکز څخه فرار او قومندان سالاري اوملک الطوايفۍ ته لمن وهي ، او مرکز هم تر فشار لاندي راولي ، څو امتيازات واخلي ، القاب تر لاسه کړي ، خپلي کوچنۍ سيمي په لويو اداري واحدونو بدلي ، بې انډولي او ملي بېباوري رامنځ ته کړي ، او يوازي د بهرنيو ځواکونو څخه د بېري په خاطر د څه مودې لپاره پر ځای کښيني او جګړې د پراخ بالفعله حالت څخه ډډه وکړي، چي دا ډول هڅي د حل لار نه ده اوهم هيڅکله رښتينې سوله نه سي رامنځ ته کولای . ځکه دا ډول هڅي د واک انحصار ، پوځي سياست ، د مرکز اويو موټي ملت په وړاندي سيمه ايزي واکمنۍ ، بې انډولۍ ، وېشنه اوپاشنه رامنځ ته کوي  او کله کله په پټه ، د  دواړو ډلو اوددوی د ملاتړو په مصلحت دا شخړي رامنځ ته سوي وې ، څو ولس لوټ اوتالان کړي ، قومي شخړي راوياروي او د هغو مظلمو خلکو چي په دواړو خواوو کي ښکلېل نه وي پر سر، مال  اوپت تيری وکړي او دهغه په پايله کي د لويي سطحي قومندان ددې پر ځای چي ورټل شي له مرکز څخه نور امتيازات هم تر لاسه کړي . د خواشينۍ خبره خو لاداده ، ځيني چي ځانونه روڼ اندي ( روښنفکران ) هم بولي او دوينا د ازادۍ ، ولسواکۍ ، ټولنيز عدالت او مدني ټولني د جوړېدو نارې هم وهي ، خو د قومي ، نژادي، مذهبي ، ژبني  او سيمه ايزو اړيکو پر بنسټ نه يوازي د جګړه مارو او د جنګ اوفساد  د ډلو او مشرانو ملاتړ کوي بلکي ، که څوک د هغو غندنه او دخپلو انساني ، ملي اوافغاني حقوقو دفاع وکړي اوحقايق څرګند کړي اويوه او بله پلمه يې د څارنوالۍ ياجګړه مارۍ تر منګولو رسوي . که د نشه يي توکو سره په تړاو کي ددا ډول پوځي ، وسله والو هڅو اوددوی دمتعصبو ملاتړو مخنيوی و نه شي اودوی ته نور امتياز هم ورکړه شي په سيمو کي دواک انحصار ، پوځي سياست ، دجګړې اوغچ اخيستني فرهنګ ، قومي ، نژادي ، مذهبي ، ژبنۍ ، او سيمه ايزي کرکي له مرکز څخه سرغړوني ، د مرکز له ټاکونو سره مخالفت اوپه خپل سرټاکني ، ملک الطوايفي پياوړې کوي او هيواد پر جزايرو ويشي  خو ددې دپاره چي (( د رښتيني سولي )) پرلور ، نه دمعاملې پر لار روان شو ، نو لازمه ده دجګړې مخنيوی د رښتينو ولس ډله ايزو ملي  _ سياسي اوټولنيزو _ کلتوري هڅو په وسيله تر سره او دجګړې (( بالقوه ځواکونه )) د بې پرې لوري له خوا په رښتينې اوبشپړه توګه په مرکز او نورو سيمو کي بې وسلې شي  او (( د بالقوه شخړو )) دحل له پاره بې پرې ملي هڅنده اړيکي اود ولس سره رښتينې پلان شوې همکاري او جوړونکي هڅي (( درښتيني سولي )) خاکه يامنځپانګه وګڼل شي  او دوګړو او ولسي ډلو تر منځ ازاده همکاري د امنيت ، ولسواکۍ ، ازادۍ ، ټولنيز عدالت او ملي ټولني دجوړېدو پر بنسټ رامنځ ته او په دغو ګډو ملي هڅو کي دوسله واکۍ ، پاټکسالارۍ ، جګړه مارو اوملي ضد ډلو اواشخاصو پر ضد پراخ او افغاني کار تر سره شي ، ځکه داوسنۍ وضع په پام کي لرلو سره ددې اړتيا شته چي د پخوانيو اختلافاتو په ليري کولو سره پر نوي فکري  بنسټ چي پر ملي تفکر ولاړ وي ټول رښتيني افغاني، ملي _ سياسي اوټولنيز _ کلتوري شخصيتونه اوډلي که په هيوا کي دننه او يا دباندي دي د پيوستون ږغ پورته کړي ، او راتلونکو ټولټاکنو ته چي د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره تر سره کيږي چمتو والی وښيي ، اوداسي څوک د ولسمشرۍ اوپارلمان لپاره وټاکي چي پر ملي ارزښتونو او ولسواکۍ باور ولري او داسلام د سپيڅلي دين په رڼا کي دملي او مدني ټولني پر لور ګام واخلي . ",وسله والي ټلوالي ته بايد دپای ټکی کښېښول شي 112,," ", 113,," ", 114,," ", 115,," ", 116,," ", 117,," ", 118,," ", 119,," ", 120,," ", 121,بابوزی,"    د بابوزي په قلم  داسي بريښي چي ورو  ورو نړۍ د يوه داسي نوي نړيوال جوړښت او نظام سره ځان جوړوي چي لږ تر لږه په تيره نيمه پيړۍ کي  يې هيڅ کله نه دۍ ازمويلۍ . د دې نوي نړيوال نظام سره نوي سياسي مفاهيم او نوي اخلاقي ځانګړني شته ، چي نه يوازي د پخوانيو سره سمون  نه لري بلکي له اره ورسره په اړ پيڅ کي دي . ځينو مفاهيمو بدلون موندلۍ او ځينو بيا بيخي خپله مانا له لاسه ورکړېده . د همدې لاميلونو پر بنسټ  د دې نوي نړيوال نظم يو شمير پلوي کارپوهان په دې بوخت دي چي هم د نوو مفاهيمو پيژندنه وکړي او هم يې د پراختيا او نوري نړۍ ته د پوهيدلو چاري پر مخ يوسي . افغانستان هم د دې نړۍ يوه وړه برخه ده او ميشت وګړي يې د دې نړۍ د نورو اوسيدونکو په څير په اوسنۍ نړۍ د پوهيدلو اړتيا لري . ښايې تر اوسه زيات شمير هيوادوال د اوسنۍ نړۍ په جوړښت او څرنګوالي پوهيدلي او رسيدلي وي خو ښايې لا يوشمير افغانان هم وي چي د نوي نړيوال نظم په پوهيدلو يا نه دي بريالي سوي او يا يې د پوهيدلو لپاره زړه نه دۍ ښه کړۍ . خو يوه تر ټولو څرګنده خبره داده چي  چار اوناچار په دې نړۍ کي بايد وه اوسو ، د دې ناچاري جواب په نه پوهيدلو نه کيږي ، همداسي چي بايد وه اوسو بايد پوه هم شو. پرمختګ په هره برخه کي چي وي تم کيدونکۍ نه دۍ ، خو وګړي د دې پرمخ تګ پر ګړنديوالي  او ورو والي اغيزه کولای شي ، پر پرمختګ داغيزو کرښي هم لنډي او هم اړي دي . نو ځکه د پرمختګ  يون پرله پسې او د اړ پيچ په دننه کي يې پايښت موندلۍ دۍ . ټولنيز پرمختګ ، د ټکنالوجي وده ،فکري اوښتون ، د نوو زيږد او په پخوانيو کي بدلون . او نور داسي  ، ټول د پرمختګ هغه بيلګي دي چي تميدل نه مني ، خو هغه څه چي د انسان په واک او ځواک کي دي هغه د دې پرمختګونو د لوري ټاکل او پر هغو اغيزه ښندل دي ، که چيري دا اغيزي لنډي  هم وي ، خو د انساني چاپير يال  د لا ښه کولو لپاره  يې  خوځښت اړين دۍ . اوس بيرته خپلي خبري ته راګرځم چي نړۍ اوس د نوي جوړښت په درشل کي څپڅپانده يون لري . د دې مانا دا چي له يوې خوا  د نړۍ يوشمير هيوادونه  د يوه اغيزمن  او برلاسي ځواک لار ښوونو او اطاعت  منلو ته تيارۍ نه څرګنده وي ، خو له بلي خواد نړۍ هغه تر ټولو ځواکمن زبر ځواک هره ورځ د خپلي واکمنۍ د زياتيدو او پراخيدو لپاره بيله دې چي د بل واک او ځواک ته تم سي او يا لږ تر لږه د نړۍ په برخه ليک کي ورته پام وساتي ، د خپلو ګټو پر بنسټ پريکړي کوي او بيا يې د پلي کيدو لپاره هم په ټول پوځي او سياسي توان  لاس پوري کوي . د دې روانو نړيوالو چارو په اړه دا پوښتنه را پورته کيږي چي د دې دوو اړخونو چي لا تر اوسه په څرګند دريځ کي نه دي بريښيدلي ، کوم اړخ ته د برياليتوب چاپيريال سته ؟ ددې پوښتني جواب ته دوې لاري سته : لومړۍ لاره د نړۍ په تاريخ کي د دا ډول ورته پيرونو ارزونه او څيړنه ده چي په نړيوال اوږد تاريخ کي يې بيلګي ليدل کيږي ، د دې ډول ارزوني پايله به دا وړاندوينه ولري  چي :  د نړۍ دا څپڅپانده يون به  په نړۍ کي دوروسته پاته هيوادونو داسي  ويش ته  لار ه  پرانيزي چي د نړۍ تر ټولو سياسي او پوځي غښتلي ځواک خاوند هيواد به تر ټولو زياته برخه او دويم سياسي پوځي ځواک به دويمه او په دې توګه به د نړۍ د وروسته پاته هيوادونو ويش په کړيز (  بلفعل )  او ځواکيز (  بلقوه )  ډول تر سره شي . او د دې ځارو لپاره دا دۍ د نړيوال ويش دويم نيواکګر ځواک د خپل دريځ د ټاکلو او او لږ تر لږه پر نوري نړۍ دځان منلو لپاره  مټي را نغاړي  او د  (( وار له مخکي ګزار )) تر سرليک لاندي د نيواکګرۍ دکتورينو د پلي کيدو ګر ته راوځي . دا دوهم هم د هغه بل لومړي په څير د هغو ځواکونو سره د جګړې او دهغو د ټکولو او ورکولو په نيت  ګرګي ( ستري ډبري )اخستي چي د ځمکي او اسمان تر منځ ژوند کوي او د نړيوالو ځواکمنو هيوادونو ګټو ته زيان رسول غواړي . د دې تر څنګ دا وړاندوينه  هم کيداشي چي د نړۍ نوي ډول ويش به تر هغه د ځواکمنو تر منځ په تفاهم او پوهاوي کي روان وي چي ځواکمن په مخامختيا کي يو دبل ګټو ته دزيان رسولو تر بريده ورسيږي . په هغه حالت کي به د يوې بلي نړيوالي جګړې ويره راڅرګنده سي . خو ددې ويري لا تراوسه بربنډڅرک نه لګيږي  . خو که د نړيوال ويش پر سر د ځواکونو تر منځ جګړايز دريځ غوره شي په هغه صورت کي د نړۍ دوه قطبي کيدل به تر لويې جګړې وروسته يو نوې نړيوال جوړښت وي . د هغې يادي سوي پوښتني  د جواب په توګه دويمه وړاندوينه چي د روانو حالاتو سره سمون لري داده چي  د هغو ګډو تيوريکي انديښنواو مادي زيرمو پر بنسټ چي د نړۍ د ځواکمنو تر منځ سته دا جوته وي چي ورسته پاته هيوادونه به د يموکراسۍ ( امريکايې تيپ او روسي تيپ دموکراسۍ ) ته د رسيدلو لپاره د نړۍ د ځواکمنو تر سيوري لاندي په خوځښت راوستل کيږي او هر ورسته پاته هيواد به د نړۍ د زبرځواکونو د مهال ويش له مخي د ديموکراسۍ بهير ته سپارل کيږي .  دځواکمنو تر منځ تيوريکي ګډون څرګند دۍ او هغه دا چي  ديوې بنسټ پالي ګروهي ( عقيدې ) له منځه تلل د يوې بلي نا بنسټ پالي ګروهي ( عقيدې ) له خوا ؛  او مادي زيرمي هم د نړۍ تر ټولو ارزښتمن انرژيکي زخيرې دي چي د نړي په يوشمير وروسته پاته هيوادونو کي شته . د دې وړاندويني پايله داده چي همدا څپڅپانده حالت به د نړۍ په وروسته پاته هيوادونو او په هغو هيوادونو کي پرميشتو اولسونو تر هغه جاري وساتل سي چي نړيوال ويش بشپړ کيږي . په دې صورت کي به د وروسته پاته هيوادونو خاوره  د ځواکمنو هيوادونو له خوا د جګړې د ډګر او ميشت اولسونه به يې د جګړې د توکو په څير کارول کيږي . د دې پوښتنو او جوابونو په پای کي د دې وينا يادونه اړينه ده چي :  دنړۍ ورسته پاته اولسونه  اوسني نړيوالوحالاتو ته په پام سره  بايد پوهيدلي وي چي د نړيوالو سترو ځواکونو ګټي هغه نه دي چي د وروسته پاته اولسو نو ګټي دي . د ورسته پاته هيوادونو وګړي يوازي د پوهي  په مټ او سياسي ويښتيا او ريښتني درايت سره په خپلواکه توګه د خپل هيواد اونړيوالو زبرځواکونو د ګټو نژديوالي ته سمون ورکولای  سي .  هم دغه ټکي دي چي  د پر مختيا پر ټوليز يون دانسان هڅي  اغيز ښندي او د ودي يون ته لورۍ ورکوي .        ",(( وار له مخکي ګزار )) د روسي واکمنانو نوي نيواکګر دکتورين 122,," ", 123,," ", 124,ولي شا طبيب," ولي شاه طبيب / کندها ر ښار د سپتمبر  لسمه  ۲۰۰۴ په دې ورځو کي دولس مشرۍ لپاره دکانديدانو  رسمي کمپاين شروع شوی دی  . تېره  شپه مي دکندهار د تلويزيون  له لاري د درو کانديدانو خبري واوريدې .  ښاغلو کانديدانو يوه :  عبدالستار سيرت ، حافط منصور او سيد اسحق ګيلاني  هر يوه  په خپل وار سره دافغانستان په نړيوال اطلاعاتي مرکز کښي ويناوي وکړې  . دري واړو کانديدانو  تور ولګاوه   چه ګواکي  په اساسي قانون کی لاس وهل شوی دی . او دايې په ګوته نه کړه چه په کومه ماده کښی لاس وهل سويدی  اوڅه ډول بدلون پکښی راغلی دی ، ايا دا امکان لری چه دلوی جرګی په تصويب شوي اساسي قانون  کښي ولسمشر  ، وزيران او يا اشخاص لاس ووهی ؟ .  دا ښاغلی کانديدان به خبر وي چي دقانون اساسي  اصلي مسوده کوم چه د  لويي جرګې   له خوا تصويب  او د ټولو غړو په هغه باندی امضا کړيده  موجوده ده او ممکن دنوموړو کانديدانو امضا هم وي   . دا ديو دوکان يا يو کور قباله نه ده چه لاس پکښي ووهل شي بلکي دا د افغانستان داساسی قانون وثيقه ده . داساسی قانون دانفاذ څخه تقريباً  اته يا نهه مياشتي تيري شويدي ، دلته سوال دادی چه نوموړی  کانديدان دادومره وخت ولی چوپ پاته وه ، چه اوس يې دا بې بنسټه ډنډوری پيل کړی دي .   ښاغلی منصور وويل چي که دی دقدرت ګدۍ ته ورسيږی نو دده لمړی مرستيال به دکابينې رياست مخ ته بيايي ، او دوهم مرستيال به پارلماني چاری مخ ته بيايي ، خپل مرستيالان به يې کاملاَ فعاله رول ولري نه سمبوليک . اما ښاغلي منصور اساسي قانون نه دی لوستلی ، هلته دولسمشر ، مرستيالانو او وزيرانو لپاره وظايف او مسوليتونه ټاکل شوي دي .  ښاغلي منصور اوسنی نظام ديکتاتوری نظام معرفی کړ .  که دا ديکتاتوری نظام وی نو ښاغلی منصور او نور کانديدان  داسي په زغرده خپلی ويناوي  اوبې بنسټه تورونه  د دولتی ډلييزو وسايلو له لاري خپرولای شي ؟  ښاغلی منصور داوسنی دولت پر وزيرانو د چاپلوسۍ  تور ولګاوه . ايا په يوه ديکتاتوری نظام کی داسی  تيری  او تور د رژيم  په وزيرانو څوک لګولی شي ؟ نوموړو درو  کانديدانو ټولي خبري په دري ژبه وکړې ، يوه هم  په پښتو يوه جمله  ونه ويله ، دښاغلي  سيرت ښه روانه  پښتو زده ده ، داسحق  ګيلاني خو مورنی  ژبه  هم پښتو ده ، د منصور څخه خو هيڅ توقع هم نه کيږی .   ",دولسمشرۍ لپاره کانديدان څه وايي ؟ 125,," ", 126,," ", 127,," دکندهار او ارزګان ولايت دلويي لارې دجوړولو کار تېره ورځ پيل شو.  په دې مراسمو کې ښاغلي  ګل اغا شيرزي ، دکندهار والي انجينر يوسف پښتو،د ارزګان والي جان محمدخان  اودامريکا په افغانستان کې سفير او دامريکا دجمهررئيس استازي زلمي خليل زاد  ګډون کړى وه ،ددې سړ ک دجوړولو کار چې دايتلافي ځواکونو  ٥٢٨ نمبر دانجينري کنډک پر غاړه ده   داسړک ټول ١٤٨ کيلو ميتره واټن لري  ٩ ميتره به سور ولري او مالي مرسته به يوسايډ ورکوي                 ",د کندهار او ارزګان تر منځ د لاري جوړول 128,,"   ددولت درياست وياند دمطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې دهرات ولايت محمد اسماعيل خان دکانو اوصنايعو دوزير په توګه ټاکل شوى او دهرات اوغور ولايت واليان ټاکل شوى دي .ددولت درئيس حامد کرزي اوددولت ملي امنيت دشورا دپرېکړې سره سم دهرات  اوالي اسماعيل خان ددکانو اوصنايعو دوزير په توګه او په اوکراين کې دافغانستان سفير سيد خير محمد خيرخوا دهرات دوالي په توګه ټاکلى دى . همداراز عبدالقدير الم دغور دوالي په توګه ټاکلي دي .               ",دهرات او غور ولايت واليان ټاکل شوي دي 129,," تېره ورځ دهلمندد ولايت دلښکرګاه په ښار کې دکرزي په نامه سټوډيم چې د( ٤،٥) ميلونو افغانيو په لګښت جوړ شوى، دسپورټ مينانو پرمخ پرانيستل شو.  دغه سټوډيم چې دجوړه ولو کار يې دنوموړي ولايت دښاروالۍ له خوادولايت داداري رئيس محي الدين په وينا څومياشتې مخکې  پيل شوى وه پرون ديولړ مراسموپه ترڅ کې پرانستل شو،ددغه سټوديم ټول لګښت  ٤،٥ افغانۍ ته رسيږي. دهلمند ولايت داداري رئيس دوينا له مخې داسټوډيم دمينوالو اوننداره کونکو لپاره پاخه اوپه اساسي ډول جوړشوي ځايونه لري او دلسوزرو تنو نندارچيانو دناستې ظرفيت به ولري. دهلمندولايت دمقام رئيس اداري  په دې اړه وويل :""ددغه لوبغالي نوم چې دکرزي په نوم ياديږي  دانوم دسپورټ مينانو اوپه هلمند کې دورزشي  امريت په غوښتنه ټاکل شوى دى . نوموړي زياته کړه :"" موږ پلان لرو چې دلښکرګاه ښار په بيلابيلو سيمو کې هم دفوټبال ،واليبال ،باسکټبال اونورو سپورټي لوبو لپاره په اساسي ډ،ل ځايونه جوړ کړو . ",په هلمند کي د لوبونوی سټيډيوم جوړ شو 130,," ", 131,," ", 132,,"  د شنبې په ورځ دکندهار ولايت په ليري غرنۍ سيمه معروف ولسوالۍ ته څېرمه د افغان او اعتلافي ځواکونو او شکمنو طالبانو تر منځ نښته وشوه، دا نښته هله رامنځ ته شوه کله چي شکمنو طالب وسله والو کسانو افغان ځواکونو ته کمين نيولی و ، او افغان وسله والو کسانو ته په دې اړه له مخکي خبر رسيدلی و ، پهلوان صالح محمد چي د معروف ولسوالۍ د پوليسو مسول او قومندان دی خبريالانو ته وويل چي دوی په دې عملياتو کښي د اعتلافي قواوو څخه مرسته وغوښتل . ويل کيږي چي په دې وروستيو کي د پاکستان له پولي څخه د معروف ليري پرتې ولسوالۍ غرنيو سيمو ته درې سوه طالب کسان راغلي دي ، او په غرونو کي ځای پر ځای دي ، افغان وسله وال ځواکونه د اعتلافي قواوو سره په ګډه په دې سيمو کي عمليات پر مخ بيايي ،  د افغان دولتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ نښتي کښي د لسو نه زيات کسان وژل شوې دي. دولتي سرچيني داادعا کوي چې د معروف په ولسوالۍ کښي يې طالبان لومړي کلابند کړي وو او بيا پري امريکاي ځواکونو بمبار وکړ، چې ورڅخه يوويشت کسه  وويشتل شول. طالبان مني چې تلفات ورته اووښتي دي خو واي چې شميره يې کمه ده.   ",وسله وال کسان له پاکستان نه رااوړي او جګړې کوي 133,," ", 134,," د انتخاباتو په تړاوهند افغانستان ته له نه پاکيدونکي رنګ نه ډک شوي پنځوس زره قلمونه استولي دي.  په کابل کښي د ملکرو ملتونو د سياسي استازيتوب د اداري يو ناما وياند ډسلوا په قول دغه رنګ چې د راي اچوني په ورځ د راي اچونکي په ګوته وهل کيږي د څو ورځو لپاره د پاتي کيدو وړتيا لري. او په اوبو، تيلو او الکولو نه پاکيږي. د دغه ځانګړې رنګ د کارولو هدف دادي چې د يوه تن په وسيله  د دوهم ځل د راي اچولو مخ نيوي وکړي.                 ",هند د افغان ټولټاکنو لپاره د قلمونو مرسته وکړه 135,,"   د يونسف د اداري له خوا په افغانستان کښي د ماشومانو په تړاو دځانګړو راډيو يي پروګرامونو د ارزولو په ترڅ کښي د ماشومانو د ښار ګوټي په نامه د انټر نيوز له لاري چمتو شوې پروګرام ته جايزه ورګړل شوي ده.  په دغه راډيوي پروګرام کښي د کمکيانو له انده له جګړي وروسته رواني حالت انځور شوې دي. په پام کښي  ده چې دغه پروګرام د شلو سيمه ايزو راډيوګانو له لاري د افغانستان د شپږو مليونو ماشومانو لپاره نشر ته وسپارل شي.                            ",د ماشومانو د ښار ګوټي په نامه راډيو يي پروګرام ته جايزه 136,," ", 137,غرزی خواخوږی,"   د غرزي خواخوږي ليکنه ١٣ / سپټمبر / ٢٠٠٤ ز  د پوهني بهير چي د انسان د پيدايښت سره سم پيل سوي او الله ( ج ) د پيغمبرانو، نبيانو او رسولانو په ذريعه خپل بندګانو ته د علم د زده کړي امر او د اسلام د مقدس دين د ظهور سره جوخت د قرآن عظيم الشان په لمړي آيت مبارکه کي چي حضرت محمد (ص) ته نازل کړي ؤ فرمايلي: ژباړنه ”ولوله د خپل رب په نامه چي ټول مخلوقات يي پيدا کړل، انسان يي د تړل سوي وينو څخه خلق کړ، ولوله رب ستا لوي کريم دئ هغه ذات چي انسان ته يې په قلم سره علم ښوولئ، انسان ته يي د هغو شيانو ښودنه کړيده، چي دي نه په پوهيده. “چي د پورتني مبارکو آيتو د لوستني څخه ( پوهنه او علم ) د اسلام د مقدس دين اصول او معيار ګنل سوي دي او حضرت رسول الله ( ص ) د علم زده کړه و نر او ښځو ته امر کوي چي د زده کړي په اړه يو حديث شريف کي فرمايي: ” علم زده کړي که څه هم په چين کي وي. “پوهنه د اسلام د حکمونو پر اساس هغه وسيله ده چي خلګ د هغه په رڼا کي د نړي مادي او معنوي ژوند امکانات ميندلاي سي. اسلام علمي قياس او سپارښت و خپل پيروانو ته کوي چي د اسلامي علماو، فلاسفو او څيړونکو د طبعيت، کايناتو، موجوداتو، رياضي او منطق علومو په اړه خپل څيړني کړيدي چي د بشريت په ژوند او پرمختياو کي ئي ګټوري برخي اخيستي دي او د اسلامي تمدن نوميالي پوهانو چي د ژوندلويه برخه يي د علومو په څيړنو او ليکنو کي تيره کړي وه لکه امام ابو حنيفه (رح)، امام محمد (رح)، امام بخاري (رح)، فاراني، ترمزي، ابن سينأ بلخي، ابن رشيد، ابو ريحان البيروني، شيخ ابو سعيد ابوالخير، شيخ ابو الحسن او نورو علمأو د ارزښت څخه ډک آثار ئي موږ ته ميراث پري ايښي دي او د ټولي نړي د استفادي وړ ګرزيدلي دي. د افغانستان په تاريخ کي د پوهني بهير ته چي ځير سو د کليو، صحراو، جوماتو او کوچني مدرسو څخه تر پوهنتون او عالي مدارسو پوري په بيلا بيلو ښوونيز سيستمونو چي د کمزورتيا او مشکلاتو سره د زمان او ټولني و غوښتنو ته ځواب ورکړي ؤ که د ورستيو پيړيو د ښووني او روزني سيستم ته کتنه وکړو د امير شير علي خان د بادشاهي څخه تر امير حبيب الله خان چارواکي او د امير امان الله خان غازي تر ټولواکي پوري د پوهني بهير په منظمه ټوګه پيل سوي وده او پياوړتيا يي موندلي ده په تيره بيا د غازي امان الله خان د سلطنت په دوران کي چي ده د پوهني سره خاصه مينه درلودل د استقلال د بيرته اخيستني څخه ورسته ولس ته په خپل يو وينا کي ويلي وه: ”ما چي هر څونه ستاسو (ولس ) د پرمختيا او سو کالي په اړه مي سوچ وکړ، د علم د لاري څخه بل څه مي نه وموندل چي د علم لمړني بنسټ ښوونځي ده..... پوهنه به ستاسو په خير وي او تاسو به مستقيمي لاري ته ليږدوي او د خپل علمي سويي سره به د نړي د پرمختياو څخه خبر تر لاسه کړي تر څو چي د ناپوهي د ناوړي لمن څخه د پوهني رڼا ته ورسيږي.“ هو! غازي امان الله خان د افغانستان د ښووني او روزني د نوي سيستم او زده کړي ملي پروګرام پيل کړ چي د خلګو په ګډون او د هغوي د مادي پانګو په برکت په ټول هيواد کي د پوهني بهير پياوړي سو. د بيلګي په ټوګه د کندهار تاجرانو د يوي ښوونځي د جوړولو لپاره (١٢٠٠٠) افغاني په خپل سوداګري کلني محصول کي ډيري کړي، د پکتيا خلګو (٧٥٠٠٠) افغاني يي د څلور ښوونځيو لپاره چي ګرديز، خوست، ځکمني او زرمت په سيمو کي جوړي سي ور کړي. د کوهستان او پنجشير خلګ هم په خپل مالياتو کي يوه افغاني او لس پيسي ډيروالي د ښوونځيو د جوړولو په خاطر و منلي د بادشاه ميرمن ټولواکمني ثريا په (١٩٢٠ م کال) کي د ښځو يوه ټولنه جوړه کړه چي (٥٠) تني ميرمني او پيغلي په کښي ګډون درلود او د نجونو لمړني ښوونځي د مستوراتو په نامه د کابل په ښار کي پرانيستل او خپله ټولواکمني ثريا د ښوونځي د پلټونکي په ټوګه کار کاوه. د پوهني مصارف چي په (١٩١٩ م کال) کي (٢٨٠٠٠) افغاني وي په (١٩٢٨ م کال) کي (٦٨٨٠٠٠) افغاني ته ورسيد چي د دغه جملي څخه ( ٥٤٠٠٠٠ ) افغاني ولس په خپله خوښه ور کولي او نور مصارف دولت په خپله غاړه منلي ؤ. د اماني د دوري د اساسي قانون د تصويب څخه وروسته د پوهني وزارت تشکيل منظور سو، نوي ښوونځيو او مسلکي ليسو په کار پيل وکړ چي په کابل کي د ښکلو صنايعو ښوونځي، د نجونو ښوونځي او د پوهني ټولني (چي په هغه کي د دولت لوړ پوړي چارواکو، د ولس مشران او پوهان شامل وه) پرانيستل سوي. د کابل په ښار کي د حبيبيي ليسي، امانيه ليسه ( د استقلال ليسه ) او رشديه ليسه (د غازي ليسه ) په څنګ کي د تيلګراف ښوونځي، د انځور ګري ښوونځي، د ترکاڼي ښوونځي، د کرهڼي ښوونځي، د پوليسو ښوونځي، د موزيک ښوونځي، د روغتيا عالي ښوونځي، د مساحت ښوونځي، د غاليو د اوبدلو ښوونځي، د شيشه جوړولو او د سيمنټ جوړولو مسلکي کورسونه جوړ سوي وه او هم د کندهار د رشديه ښوونځي، د جلال آباد د رشديه  ښوونځي، د هرات د رشديه ښوونځي، د مزار شريف د رشديه ښوونځي او د قطغن او بدخشان د رشديه ښوونځي پرانيستل سوي او په زرهاؤ زده کونکي په زده کړه بوخت سول چي په ټول هيواد کي (٣٢٢) لمړني ښوونځي او (٢٢) ليسي د ښووني او روزني په بهير بوخت وي. په (١٩٢١ م کال) کي (٣٠٠) تنه د عالي درجي زده کونکي د هيواد څخه د باندي (اروپايي او آسيايي ممالکو) د لوړو زده کړو لپاره واستول سول او د ښوونځيو تعليمي نصاب د اسلامي هيوادو د تعليمي پروګرامو سره د فقه، اصول، منطق، تصوف، صرف، نحو، رياضي، تاريخ او جغرافيي مضامينو په څنګ کي د بهرنيو ژبو (عربي، انګليسي، روسي، فرانسوي، جرمني او ترکي) تدريس هم کيدئ او د ناپوهي سره د مبارزي په خاطر د ارواښاد کاکا سيد احمد خان لودين کندهاري ښوونيز اصول د طرز کاکا(نوي طرز) چي کاکا سيد احمد خان په جيل کي (د ١٩٠٩م کال څخه تر١٩١٩ م کال پوري) ليکلي ؤ په ټول هيواد کي د پوځي قطعاتو په شمول رواج وموند او ډير خلګ يي د زده کړي د برکت څخه برخه مند سول. د پورتني ټکو د يادولو سره څرګنديږي چي د غازي امان الله خان د واکمني کلونه د افغانستان د پوهني ځلانده دوره وه چي د غازي امان الله خان بر سيره علامه محمود طرزي، کاکا سيد احمد خان لودين، استاد عبدالهادي داوي، استاد عبدالرحمن لودين، مولوي صالح محمد خان کندهاري، غلام محي الدين خان افغان، پروفيسر غلام محمد خان ميمنه ګي او مير قاسم خان لغماني کوښښ او نه ستړي کيدونکي هلي ځلي د يادوني وړ دي. خو په تأسف سره بايد ووايو چي د هيواد د بهرنيو دښمنانو په لمسون د کورني ګوډاګيانو لخوا اغتشاش د سقاؤ زوي (حبيب الله کلکاني) تر مشري لاندي د علم، پوهني او پرمختيا ضد واکمني په هيواد کي را منځ ته سوه، ډيري ښوونځي او روزنيز مراکزيي له منځه يووړل، د ديني عالمانواو پوهانو پر ضد يي په عمل لاس پوري کړ چي مولوي عبدالواسيع اخندزاده او قاضي القضات عبدالشکور خان ئي د (١٩٢٩ م کال) د جون پر ٤ نيټه د توپ و خولي ته وتړل او شهادت ته يي ورسول. د سقاوي توره دوره چي د پکتيا د خلګو په مرسته د جنرال محمد نادر شاه تر مشري لاندي په (١٩٣٠ م کال) کي پاي ته ورسيده او جنرال محمد نادر شاه د کابل د نيولو سره جوخت ځان د افغانستان بادشاه اعلان کړ او د خپلي واکمني د پيل څخه د نورو تغيراتو په څنګ کي يي د پوهني و اړوند بهير ته پاملرنه درلوده چي د روغتيا ليسه ئي د طب و پوهنځي ته لوړه کړه او د نسوانو ښوونځي ئي بيا پرانيستل، د محمد ظاهر شاه د بادشاهي په دوران کي ښووني او روزني پرمختيا ومونداو د لوړو او مسلکي زده کړو لپاره پوهنتونونه، د ښوونکو د زده کړي عالي مؤسسي او مسلکي ليسي پرانيستل سوي چي د دکتور نجيب الله تورويانا، داکټرعلي احمد خان پوپل، شهيد محمد هاشم ميوندوال، لوي استاد علامه پوهاند عبدالحي حبيبي، علامه استاد صلاح الدين سلجوقي، داکټر عبدالقيوم، استاد ګل پادشاه الفت او نورو پوهانو نه هيريدونکي کوښښونه او زيار د يادوني وړ دي. د ارواښاد محمد داود خان د کودتا څخه وروسته بيا هم د ښووني او روزني په بهير کي يو بل ناورين پيښ سو چي د لمړنيو ښوونځيو د فارغانو څخه و منځنيو ښوونځيو ته د شامليدو کانکور ؤ چي د دغه ريفورم په نتيجه کي ډير نوي ځوانان د زده کړو څخه محروم سول او د لوړو تحصيلاتو څخه هم ځيني ځوانان بي برخي سول چي په هيواد کي د بيکارانو شمير ډير سو او ځوانان د کار د پيدا کولو لپاره په غير قانوني توګه د هيواد څخه دباندي تګ ته اړ سول او د ثور د کودتا څخه وروسته هم د سياسي ملحوظاتو لکبله ډير ځوانان د لوړو او ثانوي تحصيلاتو پريښيدلو ته مجبور سول او د ګوندي احساساتو تر سيوري لاندي د پوهني سيستم زيانمند سو، د روسانو د تجاوز څخه وروسته د روسي تعليمي نصاب لپاره کار پيل سو او د ښوونکو او استاذانو، د لوړو تحصيلاتو محصلينو او د ښوونځيو د زره کونکو علمي سويه له مينځه ولاړل چي د روسانو د سياست او د کابل د واکمنانو قرباني سول. د تنظيمي اختلافاتو او جنګونو په نتيجه کي د مستبدو سيميزو حکمرانانو چي په مختلفو هاندونو او نومونو سره د پوځي ګونډونو څخه په ګټه اخستو په زور او جبر واکمني تر لاسه کړه او د خلګو ژوند، خپلواکي، شتمني او د ويلو واکي ئي سلب کړي، د خپل ناولو هيلو په خاطر د ځوانانو د زده کړي حقوق ئي ځيني واخيست، ښوونځي ئي و نظامي قرار ګاو او پوهنتون ئي د وژلو مرکز ته تبديل کړ او د ښوونځيو د ور تړلو سره په هيواد کي نامناسب فضا ايجاد سول، ځوانان جبراٌ تير ايستيدل چي توپک تر لاسه کړي او په ګوندي تنظيمي او جګړ ايزو ډلګيو کي د جنګسالارانو د غوښتنو، هيلو او ګټو په خاطر خپل ځانونه قربان کړي. و پورتني ټکو ته پاملرني سره د زده کړي په چارو کي د خلګو په ژبه د پوهني جريان ته کتنه وکړو نو وينو چي د نورو قومونو په څنګ کي د هيواد د پوهني په بهير کي د پښتو د ژبي زده کړي په اړه خاصه توجه نه ده سوي او د مصلحتو په خاطر د پښتو ژبه چي د افغانستان د خلګو د اکثريت ژبه ده او (٦٢ فيصده) پښتانه يوازي په افغانستان کي اوسيږي په خپله ژبه د پوهني د بهير څخه بي برخي پاته دي که څه هم د (١٩٢٣ م کال) د اساسي قانون په (٣) ماده کي پښتو او دري د افغانستان د رسمي ژبو په توګه او په (٣٥) ماده کي راغلي وه چي: ”د پښتو ملي ژبي د پرمختيا او تقويي لپاره دولت موظف دي چي موثر پروګرامونه جوړ او پيل کړي. “ خو خپله پخواني پادشاه، صدر اعظمانو، وزيرانو، جنرالانو او ټول دولتي چارواکو په پارسي ژبي ليکنه او خبري کولي او د دولت څخه ئي د پارسي ژبي متعصبه ټولنه جوړه کړي وه چي د اساسي قانون د (٣) او (٣٥) مادي پر خلاف د پښتو ژبي د پرمختيا پر ځاي په تعصب سره چلند کاوه چي ملي پيوستون ته زيان ورسيد او د ملي يوالي پر خلاف د سازشو پيل ګڼل کيږي او ننني ناورين د هغه محصول دي لکه څنګه چي علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د (بي بي سي) راډيو د پښتو خپروني د ورځي په سوچ کي وويل: ” افغانستان خو ډير څه ته ضرورت لري يوازي تلقين باندي نه کيږي، تربيه ته ضرورت لري، نوي نسلونه زده کړي ته ضرورت لري او دغه ليډران صاحبان چي د قبايلو په مخونو کي ولاړ دي يا د ډلو مخته ولاړ دي د دوي لخوا څخه د هغي تبليغونو ته ضرورت سته چي هغه د ملي وحدت لپاره ګټه وکي او اوس موږ وينو چي اخبارونو د تفرقه اندازي، خشونت او تشدد لپاره تحريکات کوي نو په داسي فضا کي د ملي وحدت راتلل ماته داسي د تعجب وړ ايسي، د ذهنونو صفا کول او د ذهنونو آماده کول د ملي وحدت لپاره يو ممتدي تربي او ممتد تعليم ته ضرورت لري او ډيري سعي ته ضرورت لري. دغه ليډران نسي کولي چي دغونه لوي فيض او برکت و دي ملک ته ور په نصيب کړي او د دي ملک و ملت ته ور په نصيب کړي. لمړني ضرورت د ذهنونو آماده کول دي د ملي وحدت لپاره، ملي وحدت خو د خولي يو خبره ده مګر چي ذهن ورته حاضر نوي نو څنګه به سړي کوي؟ اوس هم موږ  وينو چي يو د بل لپاره پارول کيږي قبيلي د قبيلو په مقابل کي، قومونه د قومونو په مقابل کي، ډلي د ډلو په مقابل کي دا اوس دستي موږ وينو په افغانستان کي. نو دي ته، ته څه اميد لري چي دغسي اعمال به د ملي وحدت د تأمين لپاره کار وکړاي سي په افغانستان کي، نو زه وايم چي ملي وحدت نعري سمي خبري دي خو تربيت غواړي د قوم او د دوي ذهن پاکول په کار دي، کثافات ئي د ذهنونو څخه ايستل په کار دي سره، اول هغه وسي بيا دا اميد وسي چي ملي وحدت به تأمين سي.“ هو! د محترم علامه پوهاند رشادسوچ په ځاي دي او د زمان ضروري غوښتنه ده چي ټول خلګ د افغانستان تر يو بيرغ لاندي د افغان په نامه د ملي پيوستون سره د افغانستان د بيارغوني او پرمختيا لپاره ګامونه واخلي او پښتو ژبه چي د افغانستان د مظلوم اکثريت ژبه ده د ملي يوالي او ملي پيوستون سمبول وګڼل سي. د نوي اساسي قانون د لويي جرګي په بهير کي د پښتو ژبه د افغانستان د ملي ژبي په توګه د جرګي د اکثريتو استازو لخوا وړانديز سوي ؤ چي د افغانستان د خلګو غوښتنه وه خو په لويه چرګه کي د پردو تر شا په معاملو کي د مصلحت په خاطر پښتانه يو وار بيا د خپل حق څخه تير سول او پښتو ملي ژبه په قانون کي و نه ليکل سوه افسوس دا دي چي پښتانه خپل حق په خيرات غواړي او نورو ته رسمي ژبي ګټي. اوس بايد د نوي اساسي قانون په رڼا کي کوچنيان او نوي ځوانان د ښووني او روزني په بهير کي د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کي لرلو سره خپل په مورني ژبه بايد زده کړه وکي چي د نوي اساسي قانون په (١٦) ماده کي داسي راغلي دي:” د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني، پاميري او په هيواد کي د نورو مروجو ژبو له جملي څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبي دي. په هغو سيمو کي چي د خلګو اکثريت له ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او يا پاميري ژبو څخه پر يوي خبري کوي له پښتو او دري سربيره هغه ژبه درييمه رسمي ژبه ده، د تطبيق ډول يي د قانون له لياري تنظيميږي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغيزمن پروګرامونه طرح او تطبيقوي. په هيواد کي د مطبوعاتو، راډيو او تلويزيون خپروني پر ټولو مروجو ژبو آزادي دي. په هيواد کي موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل کيږي. “ ښاغلي حامد کرزي د اساسي قانون د تصويب په بهير کي د خلګو د منتخبو وکيلانو سره ژمنه کړي وه چي:”زه به داسي اقدامات وکم چي په دفترونو کي پښتو او دري دواړه وکاريږي او پښتو ژبه به په دفترونو، مطبوعاتو او معارف کي خپل ځاي ونيسي. “نو اوس د هغه ژمني پر اساس بايد د پوهني سيستم داسي جوړ سي چي د پښتو ژبي لپاره امکانات او شرايط مساعد سي چي پښتانه کوچنيان او نوي ځوانان په خپله ژبه زده کړه وکړي، کتابونه ولري، نه يواځي په هغه سيمو کي چي د پښتنو سيمه ده بلکه په هغه سيمو کي هم چي ډير پښتانه ژوند کوي لکه چي د کابل اوسني نفوس (٥ /٣) مليون تخمين کو نو (٥ /١ تر ٢) مليونو پښتانه د کابل په ښار او ولسواليو (زمان خان کلا، ده خدايداد، هود خيل، الو خيل، تره خيل، پکتيا کوټ، څرخي پله، سيابيني، چهل دختران، شيوکي، دولسم ناحيه، ټني کوټ، آقاعلي شمس، چهل ستون، واصل آباد، دوغ آباد، چهار کلا، فاضل بيګ، نياز بيګ، خوشحال خان مينه، خواجه مسافر،ارغنده، قرغه، پغمان، شکر دره، ګل دره، قره باغ، مير بچه کوټ، حسين کوټ، کوهي ساپي، بګرام، ده سبز، سروبي او نورو سيمو کي) په اکثريت اوسيږي خوله بده مرغه په دري ژبه بايد زده کړه وکړي چي دا د مظلوم اکثريت په وړاندي نا انصافي ده نو دولت بايد په پښتو ژبه د زده کړي امکانات مساعد کړي چي پښتانه هم د نورو قومونو په څنګ کي له خپلي ژبي څخه چي ډير تاريخي او ملي ارزښتونه او علمي آثار لري معقوله استفاده وکړي تر څو چي خداي ( ج ) مکړه پښتانه په خپل کور کي د خپلي ژبي څخه بي برخي سي.   ",په افغانستان کي د پوهني بهير او ملي پيوستون 138,," د هرات د لري شوي والي اسماعيل خان ملاتړو نن د هرات په ښار کښي د ملګرو ملتونوپه دفترونو حمله وکړه او د حامد کرزې له خوا د اسماعيل خان د لري کولو په ضد يې مظاهره وکړه. خبريالان وايې چې څو سوه کسانو په هرات کښي د ملګرو ملتونود مهاجرو د دفتر او افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستي دماموريت ودانيو ته اور ورواچاوه. مظاهره کونکو د ښاغلي حامد کرزې اوپه افغانستان کښي د امريکايې ځواکونو د موجوديت په ضد شعارونه ورکول. خبر واي اسماعيل خان يو غښتلې جګړه مار دي چې خپله شخصي مليشه لري. تيره شپه يوي  ډلي قهرجنوکسانو په هرات کښي په هغه دوه و امريکايي عسکرو د ډبرو ګوزارونه وکړل چي د ګزمي موټر يې په ښار کښي خراب شوي وو. خودافغانستان د ملي پوځ عسکرو دغه دوه تنه امريکايان په امن کښي له ښاره وويستل. نن ماښام خبر ورکړه شو چي په هرات کي د ملګرو ملتونو له دفترونو څخه د چور او تالان لړۍ پيل شوې وه ، او په لسګونو کسان ليدل شوي دي چي د ملګرو ملتونو له دفترونو نه يي بېلابېل توکي لکه تلويزيونونه ، کمپيوټرونه ، او نور زيات شمير مواد  په لاسونو کي ځغلول . ",په هرات کي د ملګرو ملتونو دفترونه چور شوي دي 139,," ", 140,," ", 141,," ", 142,," ", 143,," ", 144,," ", 145,," ", 146,," ", 147,," ", 148,," ", 149,," ", 150,," ", 151,," ", 152,," ", 153,," ", 154,," ", 155,," ", 156,," ", 157,," ", 158,," ", 159,," ", 160,," ", 161,," ", 162,," ", 163,," ", 164,," ", 165,," ", 166,," ", 167,," ", 168,," ", 169,," ", 170,," ", 171,," په افغانستان کښي د راروانو ټولټاکنو په ترڅ کښي د اچول کيدونکو رايو د شمير په موخه د انتخاباتو ګډ دفترد ټول هيواد په کچه ٨ مرکزونه په ګوته کړي دي. دا به د باميان، کندز، مزارشريف، هرات، کندهار ، جلال اباد، ګرديز او کابل په ښارونوکښي وي. د پلان له مخي به د راي اچونې دپنځه ويشت  زره څانګوصندوقونه د راي شميرني لپاره همدغو مرکزونو ته ليږدول کيږي. د انتخاباتو د ګډ دفتردچارواکو په وينا د ټولو کانديدانو، سياسي ګوندونواو مطبوعاتواستازو ته به په دغو مرکزونو کښي د راي شميرني د بهير د څارنې په تړاو ټولي اسانتياوي برابري وي. دا هم ويل شوي دي چې په ايران او پاکستان کښي د ميشتو کډوالو راي به د شمير لپاره کابل ته راوړل کيږي. اټکل دي چې د رايو بشپړ شمير به يوه اونۍ وخت واخلي خو بيړنۍ پايلي به يې په ورځ کښي څوځلي په کابل کښي د انتخاباتود ګډ دفتر له لوري دمطبوعاتو په واک کښي ورکول کيږي.         ",په افغانستان کښي د ټولټاکنواته مرکزونه په ګوته شوي دي 172,,"     وړمه ورځ دزابل ولايت دارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو دوه تنه عامه وګړي  په دې تور چې ګواکي نوموړو کسانو دراتلونکوټولټاکنو لپاره تبليغات کول وژلي دي. په زابل کې دملي امنيت مشر جلات خان په دې اړه ويلي دي :"" دادوه نفره چې يويې قومي مشر وه دوى خلک دې ته تشويقول چې په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه واخلي او خپل اخيستي کاټونه استعمال کړي. دطالبانو له خوا وژل شوي دي ."" دجلات خان په وينا په سيمه کې پلټنه روانه ده خو نر امهاله پورې په دې تور  څوک نه دي نيول شوي       ",طالبانو په زابل کي دوه عام وګړي وژلي دي 173,," دوړمې ورځې په هغه جګړه چې داوه٧ طالب سرتيرو دوژل کېدو خبرونه  راغلل خو نن په کندهار کې دولتي چارواکوداشمېره ٢١ وبلله .  په کندهار کې دامنيت اميرمحمد سالم احساس    وويل:""داجګړه هغه مهال رامنځ ته شوه چې اردو ځواکونو خبرتر لاسه کړى وه چې دکندهار ولايت دمعروف ولسوالۍد( ولي ) په کلي کې طالبان راټول شوي دي ،چې دملي اردو کسانو هغه کلي محاصره کړ ،او وروسته يې طالبانوته   له کلي څخه دوتلو لاره ورکړې وه  کله چې طالبان له کلي نه بهر شول ،ايتلافي ځواکونويې پردې  ډله له پاسه بمباري پيل کړ  ."" دسالم احساس په وينا :""دابمباري  چې پر ٢١ دوږي مازيګر مهال رامنځ ته شوه ٢١کسه طالب سرتيري وژل شودي  ،او دمړو جسدونه لا تر دا  مهاله پورې دجګړې پر ميدان پراته دي ."" سالم احساس له خپلو تلفاتو څخه انکار وکړ دده په وينا په دې جګړه کې کومه مرګ ژوبله نه ده وراوښتې دى زياته وي :""ځکه نشته چې مخامخ جګړه نه ده شوې هلته بمبار روان وه په دې خاطر زموږ نفروته تاوان نه ده رسېدلى."" خو له دې سره سره طالبانو دشمېره ناسمه بللې ده اودوى اعاکوي چې په دې جګړه کې ١٠ نفره وژل شوي دي اودولتي ،انتلافي ځواکونو ته ددرنوتلفاتو دوراوښتي زيان دعوه کوي . له انتلافي ځواکونو سره په يوه ولايت کندهار کې٢٢کسه طالبان وژل کېدل  په داسي مهال کې رامنځ ته کيږي چې ورځ وړاند په کابل کې دايتلافي ځواکونو وياند له طالبانو سره دجوړجاړي دخبرو خبردارى ورکوي . ",دولتي چارواکي د ٢١ تنو طالبانو د وژلو ادعا کوي 174,," تيره ورځ يوکس دبولدک ولسوالۍ دلکڼو په سيمه کې  دګزمې موټرو ته ريموټ کنټرول ماين ايښوده چې پخپله يې سر په کې وخوړ.  په سپين بولدک کې د سرحدي لوا مشر عبدالرازق په دې اړه وويل :"" چې نوموړۍ کس هغه وخت په ماين والوته چې ددولتي ګزمې موټر ته يې ماين ايښوده ،ماين پخپله پرده والوته او د ابدي سکون په لور يې ستون کړ . ښاغلي عبدالرزاق زياته کړه:"" له ده سره ريموټ کنټرول ماين و،  مخکې له دينه چې  د ى يې دګزمې موټرو ته کېږدي پخپله پر ده وچاودې ده ،دى له منځه په کې ولاړى.""  عبدالرازاق نوموړى کس طالب وباله اوده داپيښه په طالبانو پورې وتړله .               ",په ماين يې نور وژل خو خپله يې ځواني نيمه خوا کړه 175,ولي شا طبيب," دولي شا طبيب  ليکنه / کندهار ١٤ / سپټمبر / ٢٠٠٤ ز د نوی ښوونيز کال پيل او د ښوونځی زده کوونکي   د لوی احمدشابابا لېسې نوې جوړه شوې ودانۍ کندهار مي د بابا په قواله دی که بادغيس دی که باميان دی وطن زما دی                                                                            ( عبدالباري  جهاني )   کندهار ولايت نه يوازي دا چي دافغانستان يو لوی او د ډيرنفوس درلودونکی ولايت دی بلکي د تاريخی پلوه هم د ځانګړي ارزښت او دريځ درلودونکی ولايت دی . اوس يوازی  دښووني او روزني په هکله  دنوموړي  ولايت  اوسنی انځور تاسو  دقدر وړ لوستونکو او ليدونکو ته وړاندی کوم . تر دوو لسيزو څخه اوږدې جګړې دښووني او روزني  نظام  ډير سخت اغيزمن کړی وو. دتېرو د ريو کا لو راهيسي  چه کوم نسبی سوله او ثبات رامنځ ته سويدی  نود ښووونی او روزنی په برخه کی   هم پرمختګونه سويدی ، څرنګه چه دسنبلې دمياشتي پر ۱۵ ښوونيز کال  دوباره شروع سويدی ، هری خواته  نجوني او هلکان ليدل کيږی چه ښوونځيو ته روان وي  چي په ليدلو سره يې ددې هيواد هر بچی د خوښۍ احساس کوي ، له دې کبله مي  لازمه وګڼل چي د کندهار ولايت د ښووني  او روزني په اړه لنډ مالومات او څو انځورونه خپلو درنو هيوادوالو ته وړاندي کړم :   دکندهار په ولايت کي دا وخت دوه درېش ليسې  دهلکانو او نجونو پر مخ فعاله دي . يو ديرش  ( ٣١ ) منځنۍ ښوونځی فعاله دی . دوه سوه اته څلوېښت ( ٢٤٨ )  لمړنۍ ښوونځی فعاله دی  . ټولټال درې زره دوه سوه (  ٣٢٠٠ )  ښوونکي  لوست  ورکوي . چه شپږ (  ۶۰۰ )  تنې ېې ښځينه ښوونکي دي . ټولټال يو سل او پنځه څلوېښت زره (  ١٤٥٠٠٠)  زده کوونکي په زده کړو بوخت دي  . دنجونو شمېره يو ويشت زره او پنځه سوه (٢١٥٠٠  ) ده . هلکانو شمېره يو سل درويشت زره پنځه سوه ( ۱۲۳۵۰۰ ) ده تر اوسه پوري  دپنځه پنځوس ( ۵۵) ښوونځيو بيا جوړونه  او رغونه سويده . تر اوسه پوري  پنځه دېرش (۳۵ )  ښوونځۍ  دبنسټه څخه  بالکل نوي جوړي سويدي . او د پوهني کلنی جشن په کندهار کي     . نور ښوونيز او روزنيز حرفوي ښوونځی  _  ميخانيکي  ښوونځی : دنجارۍ ، برېښنا ،خرادۍ ( توږلو ) او فلزکارۍ  برخی لري . درې سوه  ۳۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي . _  ديني ښوونځی : دکندهار په ښارکی يوه عالي  مدرسه سته ، ټولټال څوارلس سوه  ۱۴۰۰ زده کوونکي لري چي پنځه سوه  ۵۰۰ تنې يې نجوني  او  ترڅوارلسم  ۱۴ ټولګی پوري  زده کړه پکښي کوي .  .  _ دارالحفاظ :  په دی مدرسه کي  يوازي او يوازي دقران عظيم الشان  حفظ کيږي. تر اوسه پوري ټولټال اته سوه (  ۸۰۰  ) زده کوونکي د قرآن  عظيم الشان په يادولو( حِفظ ) بوخت دي  . _ د شيرزي کمپيوټر تربيوي پروګرام : د کمپيوټر دبېلابېلو کورسونو په دې روزنيز پروګرام کي په سلګونو تنه نرينه او ښځينه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي  .   د کندهار ولايت د ښووني اوروزني د چارو په بيا جوړلو او پرمختګ کي د کندهار ولايت د پوهني رياست برسېره لاندنيو بهرنيو ادارو هم همکاري کړېده     : يونسف  جايکا  يو اين ډي پي ډبليو ايف پي  آ ډي اف تير فنډ پي ار ټي   ستونزي  او مشکلات  : _ د مسلکی  ښوونکو کمښت _ د تنخواګانو لږوالی _ د ښوونکو لپاره د سرپنا ه  نشتوالی     يادښت  : په پورتنۍ ليکنه کې احصايوي معلومات د پوهني د رياست  څخه تر لاسه شوي دي . د ظاهرشاهي لېسې يوه نوې جوړه شوې برخه د ظاهرشاهي ښوونځی منځنۍ برخه د صوفي صاحب  ښوونځۍ ( دنجونو لپاره دا ښوونځی نوې جوړه شوېده ، د کندهار د پوهني رياست ودانۍ تر بيا جوړوني وروسته په کندهار کي د پوهني نړي دنړيوالي ورځي د نماځلو جشن بېنوا خپرنيزه څانګه له ښاغلي طبيب صاحب څخه مننه کوي چي ددې مالوماتو په راټولولو او تازه عکسونو په ترتيبولوکي يې ځان ستړی کړی دی .     د بېنوا ويبپاڼي تکړه خبريال د همدې ولايت د ښوونيز کال د پيل په اړه د يوې جوړي شوي غونډي راپور داسي راکوي : ",په کندهار کي د ښووني او روزني بهيراو د نوي ښوونيز کال پيل 176,," دوسلو اومهماتو نوموړي ذخيره دکندهار دپنجوائي په ولسوالي کي دوږي   په درويشتمه نيټه په يوه کور کي پوليسو کشف او تر لاسه کړه . دکندهار امنيه قوماندان ډګرجنرال خان محمد مجاهدوويل :داوسلي اومهمات په دي وروستيو کي طالبانو په نوموړي سيمه کي ذخيره کړي وې اوغوښتل ئي دټولټاکنو پرمهال دامنيت دخرابي لپاره تري استفاده وکړي . دمجاهد په ويناپه دي وسلواومهماتو کي دپوليسو لاس ته يو ميل هاوان،يوميل دهشکه،يوه دوه ميله دستگاه،يوميل دواتيا ملي متري توپ،يوسل اوپنځلس فيره ددواتيا متري توپ مرمي، ديارلس صندقه ددهشکې مرمۍ ،اوولس صندقه د زيکويک مرمۍ ،اته ديرش فيره ددولس ميله دستگاه مرمۍ، نهه فيره دهاون مرمۍ،دوي خلطې باروت،دوې پايې مخابرې،اويوشمير دوړو وسلومرمۍ ورغلي دي . ده داهم وويل چي تر دې مهاله ددې وسلو اومهماتو سره دلاس درلودلو په تور کوم څوک نه دي نيول شوي ولي پلټنه روانه ده. دکندهارامنيه قوماندان وائي دازموږ دهغه هلو ځلو په ترڅ کي نيول شوي دي چي موږ دټولټاکنو پر مهال دامنيت دتامين اوساتلو لپاره پيل کړي دي .   ",په کندهار کي پوليسو د وسلو ډيپو کشف کړ 177,,"         په کندهار کې دنوي تعليمي کال دپيل غونډه تېره ورځ  ديونېسف له خوا په عينوښوونځی کې جوړه شوې وه . چې دکندهار والي اوورسره دکندهار ډېرى زده کونکواو ښوونکو برخه اخيستې  وه.ـ په دې غونډه کې په کندهار کې دښوونې اوروزنې رئيس محمد شعيب وفا دتېر درې کلن تعلمي بهير په اړه خبرې وکړې ده زياته کړه :""دتېرو درو کلونو په ترڅ کې په کندهار کې ښوونې اوروزنې زياته پراختيا موندلې ده، ډېرې هغه ستونزې چې درلودې مو له منځه مووړې دي . نوموړي همدا ډول د کندهار په ولايت کي د ښووني او روزني د بهير د پرمختګ په اړه څرګندوني وکړې ."" په نوموړې غونډه کې ديونيسف په کندهار کې ادارې مشر ډاکتر واحدي دنوي تعليم کال دپيل په اړه خوښي وکړه اودکندهار د پوهنې رياست سره يې دخپلو همکاريو يادونه وکړه ده وويل:""موږ تردامهال دپوهنې رياست دليسو اوښوونځيو ښوونکوته تدريسي ميتدود دسطحې دلوړولو لپاره بيلا بيل کورسونه داير کړي دي او ٢٧٠تنو ښوونکوته مسلکي اوروزنيز کورسونه ورکول شوي او ١٤٣زره تنو ته مو قرطاسيه برابره کړې ده ډاکتر واحدي دخپلو خپرو په پاي کې دپوهنې رياست سره ژمنه وکړه چې دده په وينا هراز مرستې ته به يې راودانګي.  وروسته دښځينه ښوونکوپه استازيتوب دعينو دليسې مرستيالې نورجهانې خبرې وکړې دې خپل هيواد دبچيانو دسالمې روزنې لپاره خپل چمتوالى وښود . چې وروسته دکندهار والي يوسف پښتون دښوونځي دزنګ په وهلو نوى تعليمي کال په رسمي بڼه پيل کړ. ",په کندهارکې دنوي تعليمي کال دپيل غونډه 178,," ", 179,,"  ( بي بي سي ) د افغانستان په ختيځ د ننګرهار ولايت چارواکو ويلي دي چې د جلال اباد په ښار کښي د څښاک د اوبو د  دريو زيرمو دجوړولو او د يوي بلي زيرمي د بيا رغوني کار پيل شوي دي. دوي وايي د دغو پروژو په بشپړيدو سره به د ښار شاوخوا دري زره کورنۍ د پاکو اوبو څخه برخه مني شي. د دغو پروژو د لګښت يو ميليون امريکايې ډالره نړيوال بانک او سل زره ډالره په جلال اباد کښي ميشتي دامريکاي ولايتي بيا رغوني ډلي ورکړي دي. دغه پروژي به د جلال اباد د ښار د يوي برخي اړتيا پوره کړي. په داسي حال کښي چې چارواکي واي دڅښاک د اوبو په برخه کښي د ټولو ښاريانو اړتياوي به هغه مهال لري شي چې په ښار کښي دي ته ورته د اوبو څو نوري لويي زيرمي جوړي شي.          ",په جلال اباد کښي د څښاک د اوبود دريوو زيرمود جوړونې دکار پيل 180,," ", 181,,"                                                ( آزادي )  د هغو دريوو امريکايانو دمحاکمي غونډه بيا پيل شوه چې د ترورزم پر ضد دازاد فاليت په ترڅ کښي د يو شخصي زندان په لرلو او په دغه زندان کښي د بنديانوپه زورولو تورن شوي دي. قاضي عبدل باسط ويلي دي چې شايد دا د محکمي وروستي غونډه وي.  د تورنوامريکايانود مدافع وکيل فوګلني سټيټ ويلي دي چې دې له محکمي غواړي چې داتورونه لري کړي. دا په دي خاطر چې د افغانستان قضايي سستم لا تر اوسه د تړيوالو معيارونو سره سم نه دي. په افغانستان کښي امريکا او د ناټو ځواکونو دا خبره منلي چې دوي له دي ډلي سره څه نا څه اړيکي لرلي. خو افغان مقاماتو د ناټو تړون  او متحده ايالاتو دتورنو کسانو دا ادعاوي رد کړي چې دوي د زکر شوو مقاماتو په سلا دي کار ته دوام ورکړي و. دري امريکايانو جان ايډما، ايډورډ کارويلو او برينت د چنګاښ په مياشت کښي نيول شوي وو.   د يو بل خبر له مخي محکمي جان ايډما او برينت ته د لسو کالو د بند او ايډورډ کارويلو د اتو کالو د بند جزا اورولې ده.       ", دتورن شوو دريو امريکايانومحاکمه بيا پيل شوه 182,," ", 183,," د ولسمشر حامد كرزي په وړاندې  راولاړ شوي اوولس تنه كانديدان  په خپلو انتخاباتي منډو ترړو په لړ كې  د  انتقالي دولت پر مشر او د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره پر  پياوړي كانديد حامد كرزي په اړه له داسې اصطلاحاتو نه كار اخلي چې د نړۍ په يو ګوډ كې يې هم كوم كانديد د خپل مخالف په وړاندې نه اخلي . د حامد كرزي د دولت په وخت كې د وينا ازادي دومره پراخه  سوې ده چې يو كانديد كه د دولت مشر ته كنځلې هم وكړي پوليس او نور امنيتي كسان چوپه خوله ناست وي ،د نړيوالو خبري اورګانونو د خبرونو له مخې  اوسنيو كانديدانو خپل ټول پام د ښاغلي كرزي  په دولت نيوكو ته اړولى دى ،د نړيوالو رسنيو د خبرونو له مخې  په دې وروستيو كې د شمال ټوپكواكي  او د ولسمشرۍ د يو كانديد جنرال دوستم يو نزدي كس  اكبر باى  په پلخمري كې په امريكا يې  قوتونوچې په افغانستان كې دي نيوكې وكړې  او هغوى يې د حامد كرزي په ملاتړ تورن كړل ، اكبر باى په  همدغه غونډه كې وويل چې د ملګرو ملتو دفترونه په افغانستان كې د امريكا جاسوسي مركزونه دي ،او د ملل متحد نه يې په افغانستان كې وغوښتل چې خپل دفترونه وتړي او يا دې د ښاغلي كرزي استعفا واخلي ، وروسته  د جنرال دوستم  بل وياند د اكبر باى خبرې رد كړې . تاسو وګورۍ كه د كرزي په ځاى د شمال يو جنګسالار د انتقالي دورې  مشر وايي هيڅ يو كانديد به هم داسې په خلاصه خوله ويناوې او يا د دولت په وړاندې داسې كږې وږې خبرې نه وايي كړې او ټولو به ځان ساته او په ډيره محتاتانه توګه به يې خبرې كولې . ",د وينا ازادي څومره پراخه سوې ده 184,,"                           نن په ګرديز کښي د ولسمشر الوتکي ته نږدې چې د ناستي په حال کښي وه، يو توغندي ولګيد. د ښاغلي کرزي وياند جاويد لودين ويلي دي چې ښاغلي کرزي پکتيا ته سفر کاوه او غوښتل يي د يو ښونځي څخه ليدنه وکړي  چې د ښونځي څخه دوه کلومتره لري  يو توغندي راپريوت. د امريکاي پوځونو يو وياند هم په دي اړه ويلي چې توغندي څو سوه متره لري  په هغه ځاي وتوغول شو چېرته چې ټاکل شوي وه چې د ښاغلي کرزي دسپرلۍ  الوتکه کښيني. په دي پيښه کښي د مرګ ژوبلي راپور نه دي ورکړل شوي. او ښاغلي کرزي بيرته کابل ته ستون شوي دي.           ",د ښاغلي کرزي د الوتکي د کوزيدو ځاي ته نږدې يو توغندي ولګيد 185,,"                                                                   (بي بي سي) دري تنه په پکتيا کښي د توغندي د هغه بريد په تړاو نيول شوي دي چې پرون په ګرديز کښي د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د چورلکې د کوزيدو په مهال تر سره شو. د پکتيا والي اسدالله وويل چې د ځايي خلکو په مرسته يې د ولايت مرکز ته څيرمه دغه دري تنه له هغو وسايلو سره چې د توغندي په توغولو کښي کارول شوي و، نيولي دي. دغه توغندې د ربات له کلي څخه توغول شوي و. نيول شوو کسانو دا منلي چې دغه بريد دوي کړي او په عيني حال کښي طالبانو چې غواړي په افغانستان کښي راتلونکي انتخابات له خنډاوځنډ سره مخامخ کړي،  د دي بريد پړه په غاړه اخيستي.           ",په پکتيا کښي دتوغندي د بريد په توردري تنه ونيول شول 186,سعيد زابلی,"                      غزل له چافتواواخلو له چاسره غزاوکو توره په لاس کې يو حيران څنګه بيناوکو قاتل چې راشي زموږ په کلي کې وژنه وکړي زموږ په وس کې نوي څه مړه ته دعاوکو دقدرت مخکې موله قام سره وي ډېره مينه چې شو واکمن نو ظلم ښه بې انتها وکو خلک اخترکې په غويو پسې چړې راکاږي زموږ په کورکې بل څه نوي نو حلواوکو سعيده نن ورځو خوګوره پام به دې وي که يار کنځلې کې راسر موږ به دعاوکو ", غزل 187,سعيد زابلی," سعيد  زابلى       تاسره چې وم ولا سړى ومه ښکلى دچارګل دميان غمى ومه ته که ښاپېرۍ وې په همزولو کې زه هم په ولاچي ښاپېرى ومه   غزل انځور به دغمېزې ګوره ياره مخ ته ونيسې کله که په لاسو کې هنداره مخ ته ونيسې تاته خوله دواړو جهانونو قدرمنه ده روپي که وي حلاله که مرداره مخ ته ونيسې خوب کې خوتل راځې حيران يم چې په ويښه باندې شنه خوله دلستوڼي زريداره مخ ته ونيسې ښايي چې داسخت زړګى دې لږ راباندې وسوځي يو ځلې که زما غزل فګاره مخ ته ونيسې شيخ سره چې مخ شي که په ميو مستانه يې هم لو تسپې سعيده ځونډۍ داره مخ ته ونيسې   ",څلوريزه او غزل 188,سعيد زابلی ( کندهار )," غزل   کړم اعتراف چې اږ وډېر هم غنمرنګ نه مني زړه مې داټول ښکلي مني مګر بدرنګ نه مني داستا شاعرخو دستار په څېر ده ښکلې ياره څوک يې له نازه وړي په غيږ کې څوک يې ترنګ نه مني چې زړه ترې يوسي نو به نور غريب ته څه پاته شي شيخ ملامت نه ده چې ستا دبينګړو شرنګ نه مني چې په ښايست کې دې دخو لفظ په شونډو راوړي جانانه ومنه هغه نشه دبنګ نه مني داکليوال سعيد خوهم يو عجيبه سړى ده شونډې يې خوښې خو په شونډوباندې رنګ نه مني   ",غزل 189,سعيد زابلی ( کندهار )," غزل   خير په زړګي که هرڅو ستړى يم وياړم او په مينه کې سرلوړى يم جام چې دې راوړاندې بياواپس کړلو شايد ستانظرکې به نيمګړى يم اې ملکو څه پوښتى له مانه تى زه هم دوطن دجګړو مړى يم وه ښکلې په خداى عجيب منترګوره ستا سترګو له ځانه سره وړى يم دامې بد بختي ده چې وعده وکړم هغه شپه سعيده نو خوب وړى يم ",غزل 190,سعيد زابلی ( کندهار )," علامه رشاد صاحب ته ! په هغه غونډه کې وارول شوچې ددرانه استاد په وياړ داينې دفتر له خوا په کندهار کې جوړه شې وه   اې په پښتني اسمان ځلاند ه لکه لمر ستورې       واڅومره سخي څومره لوى کوې هنر ستورې لاس دسپينو وړانګوزموږ په سرباندې راتېرکانده         خداى به موکړي ستوري دالماسواوسره زرستورې          ستا په څېر ښايسته ډالۍ جهان ته موورکړې دي دلته له بولانه له امونه تر خيبرستورې تاته پښتنې پيغلې دعاکوي سندروکې واي په ټپو کې خداى دې ساته له خطرستورې ستاوقدموته سعيد خپل باڼه په لاره ږدي   ګوندي خداى يې کاندي په دې چاره بختورستورې   ",علامه رشاد صاحب ته ! 191,ګل اغا احسان ( کندهار )," غزل چه  له وهمه  يي دغره زړګئ خوځيږي زه بې څه خاوري ، ايرې و  زور ته يووسم له خپل سيوري نه ډاريږم زمری نه يم چه اوبه پر ځای د خاورو اور ته يوسم چه شرف يې د سترګک پرمېنه ښکارسي کومي سترګي د حيا و کور ته يووسم و الله هر ځل يې پت خلګ پايمال کړي- که هر څو مي زړه د زړوڼو پلور ته يوسم زما د سيوري مېرڅمن ته دي سلام وي چه ترې مات ټېک له ميدانه ګور ته يووسم  ________________________ غزل زما د عشق په فلسفه کښي د ناروغ منطق رازونه څاڅکي څاڅکي ړوڼي اوښکي د رنځور پرهار دردونه هلته شين بڼ چولاوه سي، سره ګلان له تندي ومري دلته هار او ګرېوان وشلوي د اوښکو سيلابونه د څک څک اوښکو مين يم د خندا را سره څه دي پرېږدئ ما او شمعه بَله چه پرې طۍ کړمه مزلونه پرون راغلمه نن ځمه ، خدای خبرچي سبا چيري مسافر د ورکي لاري لڅي پښي اخلم ګامونه دلته ، هلته ليونی شوم ، مګر نه تښتم له ښاره هسي نه را نه په تنګ سي د بيابان غرونه - رغونه   ",غزل 192,," ", 193,," ", 194,," د امريکا پوځ د ارزګان په ولايت کي د يوه ځوان ملکي افغان د وژل کيدلو او يو بل کس د ټپي کيدو له امله بخښنه غوښتي ده ، د امريکايي پوځ وياند سکاټ نيلسن  وويل دغه پېښه د امريکايي ځواکونو او طالب ورپکو تر منځ نښتو کي شويده .  نيلسن د پېښي په اړه د پلټنو ژمنه وکړه ، خونور يې په دې اړه څۀ ونه ويل . ديادوني وړده چي تيره مياشت هم امريکايي ځواکونو هغه وخت بخښنه وغوښته کله جي دري کسه ددوی لخوا هغه وخت  په يوه موټر کي چي د تلاښۍ يوې پوستې ته نه و دريدلی  او د دوی لخوا په ډزو کي دري کسه وژل شوي وو . دامريکا پوځ همدا ډول د کنړ په ولايت کي د وږي د نهمي نيټې د بمبارۍ په اړه چي د مشکوکو طالبانو پر سنګرونو يې کړي تحقيقات کوي چي ايا ملکي کسان په کي مړه شوي که څنګه . ",امريکايي پوځ بخښنه غوښتې ده 195,,"                           زلمی خليلزاد   د افغانستان د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي ويلي دي چي د تلي د مياشتي د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په وخت به د طالبانو او دولت د مخالفينو حملې زياتي شي . جلالي په کابل کي خبريالانو ته وويل چي وزارت ته يې داسي راپورونه رسيدلي دي چي مخالفين د ټولټاکنو لپاره د بريدونو تياری نيسي . او د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کي يې اډې جوړي کړي دي  ، همدا ډول د جمعي  ورځ په د امريکا سفير زلمي خليل زاد وويل چي د ټولټاکنو د رانږدې کېدو سره سم د طالبانو او القاعده د پاتې شونو د بريدونو احتمال ډير دی . ده پر ځينو نورو هيوادونو ږغ وکړ چي په افغانستان کي دي د سوله ساتي ځواک سره خپلي مرستي زياتي کړي .   ",د ټولټاکنو پر وخت به بريدونه زيات شي 196,,"             په امريکي پوري تړلې د ولايتي بيارغونې پي ار ټي يوه ډله په پام کښي لري چې په هرات کښي د سوزيدلو کسانو د درملني لپاره يو ځانګړي کلينيک پرانيځي. دغه ځواکونه واي چې په دغه کلينيک به يوسلو پنځوس زره امريکاي ډالر ولګوي. په سيمه کښي د بي بي سي خبريال واي د پي ار ټي ډلي د دغه ځانګړي کلينيک د جوړولو پرېکړه په داسي حال کښي کړي چې هره ورځ د هرات روغتون ته دوه يا دري د ځان سوزونو پيښي راځي. خبريال د ډاکټرانو له قوله واي د دغو کسانو ډيرې برخه ښځي جوړوي.         ",په هرات کښي د سوزيدلو خلکو د درملني کلينيک 197,,"   په افغانستان کښي د امنيت او د طالبانو ،القاعدې او دنورو ډ لو د مخ په زياتي غلچکيو بريدونو د ګواښ په هکله ډيره انديښنه موجوده ده. دغه ډلې د اکتوبر د نهمي نيټي په انتخاباتو کښي د خنډ رامنځته کيدلوهڅه کوي. نو ځکه د امريکا د دفاع وزارت  (پنټاګون)  فيصله کړي چې د امريکاي پوځ د دوه اتيايمې  هواي فرقې تازه ځواکونه د يوي قطعي په بڼه کښي افغانستان ته وليږي. د دغي فرقي ځواکونو وړاندي هم په افغانستان کښي  دندي تر سره کړي دي. د پوځي چارواکو د وينا مطابق د اوسوو او يولس سوو تر منځ پوځيان به دغه هيواد ته ليږي.               ",د امريکا د دفاع وزارت افغانستان ته نوي ځواکونه ليږي 198,," ", 199,,"                         (بي بي سي) : د افغانستان د ملي دفاع وزارت  چارواکي واي له څو ورځو ځنډ وروسته د کندهار_ هرات لويه لار د ترافيکو په مخ پرانيستل شوي ده. د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي بي بي سي ته وويل چې ددغې مهمي لوې لارې د امنيت ټينګولو دنده د ملي پوځ سرتيرو ته ور په غاړه شوي ده. او د ده په خبره چې خلک کولي شي په ډاډه زړه په دغه لويه لار تګ او راتګ وکړي.                  ",د کندهار _هرات لويه لار بيا پرانيستل شوه 200,," ",په کندهار کي نوی قول اردو پرانستل شو 201,," ", 202, بېنوا خپرنيزه څانګه," د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د ښاغلي محمدصادق ژړک او همکارانو په هاند اوهڅو د روان کال د سپټمبر د مياشتي پر ١٩ نېټه دسهيلي پښتونخوا د کوئټي  په ښار کي  ( د محمديار ژوند او فن ) تر سرليک لاندي په زړه پوري سيمنار جوړ شوی و .  په دې سيمينار کي د سهيلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو څخه په زيات شمېر پوهانو ،  ليکوالو ، شاعرانو ، او د پښتو ادب او فرهنګ مينه والو  ګډون کړی وو . سيمنار د سهار پر ١١ بجې د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو پيل ، لومړی د پښتو ادبي غورځنګ مشر ښاغلي محمد صادق ژړک پرانستونکې وينا وکړه . اوورپسې د سميينار د مشرتابه پلاوی په لاندي ډول وپېژندل شو . ښاغلی پوهاند سيال کاکړ د سيمينار دمشر په توګه ښاغلي ډاکټر بصير اڅکزی د ځانګړي ميلمه په توګه ښاغلی عبدالاحمد محمديار د سيمينار د ميلمه په توګه او ښاغلی دروېش درانی د سيمينار د مشرتابه پلاوي د غړي په توګه په نوموړي سيمينار کي چي د ځوان شاعر ، تکړه ليکوال ، او ژروناليست  او همدا ډول   له ١٣٧٧ لمريز کال راهيسي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر د ادبي او فرهنګي بېساري خدمتونو ستاينه وشوه ، او د ډيورنډ د کرښې پر دواړو خواوو يې د محمديار پر کلتوري هڅو رڼا واچول . په دې  اړه په سيمينار کښي دکوئټي د ښار اوسيدونکو او بېلابېلو سيمو څخه راغليو دغو ښاغليو ليکوالو  خپلي مقالې ولوستلې او ويناوي يې وکړې .  لکه :ښاغلي : عصمت الله زهير ، نعيم ازاد ، ډاکټر لياقت تابان ، واصل واصفي ، عادل اڅکزي ، صادق ژړک ، او همدا ډول له کندهار څخه د ښاغلي عبدالقديم پتيال راليږل شوې مقاله د احمد شا اعظمي لخوا ولوستل شوه . په کوئټه کښي د پښتوادبي غورځنک لخوا تر اوسه په ټولو جوړو شويو غونډو او سيمينارونو کښي ځيني جايزې  ويشل کيږي ، چي دا ځل هم درې جايزې برابري شوې وي . لومړۍ دوې جايزې  د غورځنګ علمي ايوارډ  په نوم وې د غورځنګ د ملګرو له خوا   د کوئټي ښار د دوو ښوونځيو د لسم او دوولسم ټولګيو څخه په لومړۍ نمره بريالي شوو زده کوونکو ته  ورکړه شوې . دريمه جايزه د نامتو ژورناليست په نامه  د شهيد عبدالرحمن لودين ايوارډ په  نوم د پښتو ادبي غورځنګ د ملګرو له خوا  په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر ښاغلي عبدالاحمد محمديار ته ډالۍ شوه . تر دې وروسته ځوان شاعر ، ليکوال او تکړه ژورناليست ښاغلي محمديار وينا وکړه ، او د پښتو ادبي غورځنګ له مشرتابه پلاوي او ټولو غړو په ګډون يې د ټولو برخه والو څخه مننه وکړه . ورپسې نوميالي شاعر او ليکوال ښاغلي دروېش دراني وينا وکړه ، نوموړي د محمديار د فرهنګي هڅو او خدمتونو ستاينه وکړه ، او همدا ډول يې د پښتوادبي غورځنګ له ملګرو څخه مننه وکړه . تردې وروسته ښاغلي ډاکټر بصير کاکړ وينا وکړه ، او ورپسې ښاغلي پوهاند سيال کاکړ پر افغاني کلتور ، پښتو ژبي ، او د محمديار پر هڅو رڼا واچول ، او دداسي سيمينارونو جوړول يې يو ګټور کار وباله . ښاغلي محمد صادق ژړک د سيمينار د کوربه په توګه د غونډي د برخه والو څخه مننه وکړه او دا ډول د ماسپښين پر دريو بجو د ډوډۍ خوړلو دمه اعلان شوه  . درې نيمي بجې د مشاعرې برخه پيل شوه چې ددې برخي مشر ښاغلی عبدالروف رفيقي ، مېلمه صالح محمد سارنګزی ، او کوربه عصمت الله   زهير وو . په مشاعره کښي د سهيلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو څخه لکه : کوئټه ، کلا سيف الله ، ږوب  ( ژوب ) ، لورالايي ، دوکۍ ، پښين ، نوشکي ، چمن ، زيارت  څخه  شاعرانو او اديبانو ګډون کړی وو ، ښکلي او په زړه پوري شعرونه يې وويل . د مشاعرې په پای کي ښاغلي ډاکټر بصير اڅکزي په نوموړي سيمينار کښي د لوستل شويو مقالو څخه د يوه کتاب د جوړيدلو او هغه د چاپولو ژمنه وکړه . ماښام اووه بجې د مشاعرې برخه هم پايته ورسيده ، او د پښتو ادبي غورځنګ مشر ښاغلي صادق ژړک له ټولو راغليو ميلمنو نه مننه وکړه ، او له ليري سيمو څخه راغلي ميلمنو ته د شپې تيرولو لپاره د پښتو ادبي غورځنک په ميلمستون کښي تياری نيول شوی وو ، او د شپې تر ناوخته پوري يې پر بېلابېلو موضوع ګانو او سيمه ايزو فرهنګي هڅو خبري اتري او دزړه خواله وشوه .   په دې اړه د المان ږغ راډيو د ښاغلي عصمت الله زهير سره مرکه کړېده دلته يې واورئ  مرکه کوونکی : عبدالرزاق برق   ( د ارشيف څخه ) پوهاند سيال کاکړ غونډي ته د وينا پر مهال  ښاغلی احمد شا اعظمي غونډي ته د وينا پر مهال ښاغلی جاويد اقبال د غونډي برخه والو ته مقاله اوروي  ښاغلي : عصمت زهير ، عبدلروف رفيقي ، او صالح محمد سارنګزی د غونډي مشرتابه پلاوی د سيمينار برخه وال د غونډي يو اړخ د پښتو ادبي غورځنګ مشرښاغلی صادق ژړك ",د محمديار ژوند او فن تر سرليک لاندي سيمينار 203,,"                       (بي بي سي): د افغانستان د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونودولسواليو د ښځو او نارينه و يو درې ورځينی سمينار نن په  خوست ولايت کښي پيل شو. په دي سمينار کښي د پکتيا، پکتيکا او خوست د ټولو  ولسواليو څخه شپږ شپږ نارينه او دوه دوه ميرمنې راغوښتل شوي دي. او دوي به په هيواد کښي د راتلونکو ټولټاکنو، سولې، دموکراسۍ او نورو موضو ګانو په اړه سره خبري کوي. په دي سيمه ايز سمينار کښي چې دري ورځي به دوام کوي ، د لومړي ځل لپاره  ښځو هم ګډون کړي دي. يوې ميرمنې اغلې شريفي وويل چې اوس يې زړه ته لويدلي ده چې په سيمه کښي ورځ په ورځ ښځو ته خپل حقونه رسيږي.         ",په خوست کښي دري ورځينې سمينار 204,,"   ",په پکتيکا کښي لومړې حکومتي زندان 205,,"                                         (بي بي سي) د افغانستان يو پخواني لومړي وزير ګلبدين حکمتيار په پاکستان کښي ميشتو کډوالو ته خبردارې ورکړي چې د راتلونکي مياشتي د ولسمشرۍ په ټاکنو کښي برخه وا نه خلي. د ښاغلي حکمتيار دغه غوښتنه په پاڼو کښي ليکل شوي او د افغانستان پولو ته نږدې په پاکستان کښي د کډوالو په کمپونو کښي ويشل شوي دي. په دغه پاڼو کښي ښاغلي حکمتيار ويلي دي چې د راي ورکولو معني د جورج بوش، ټوني بلير او د پوتين ملاتړ کول دي.  د اټکل تر مخه اوس هم په پاکستان کښي د يوه او دوه و مليونو تر مينځ افغان کډوال ژوند کوي. د ملګرو ملتونو اداره هيله کوي چې د ټولټاکنو لپاره د دغو کډوالو تر نيماي پوري ثپت او راجستر کړي.           ",حکمتيار د خلکو نه غوښتنه کړي چې په ټولټاکنو کښي ګډون ونه کړي 206,,"                           (بي بي سي ) د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د جاپان له لومړي وزير جوني شيرکويزومي سره په افغانستان کښي د ولسمشرۍ د راتلونکو ټولټاکنو او امنيتي حالاتو په اړه خبري کړي دي. ښاغلي کرزي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښي د ګډون لپاره د نيويارک د سفر په ترڅ کښي د جاپان له لومړي وزير سره د کتني په مهال د ترهګري په ضد مبارزه او د افغانستان د بيا رغوني په چارو کښي د جاپان له مرستو او همکاريومننه کړي او ويلي دي چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ به افغانان وکولي شي چې د خپلو ازادو رايو له لاري د افغانستان  راتلونکي ولسمشر وټاکي.         ", ښاغلي کرزي د جاپان د لومړي وزير سره خبري وکړي 207,ولي شا طبيب ( کندهار )," کوچی او وچکالی   پښې دي ډکي په اغزو دبيابان نه رمه سته نه قافله سته نه کاروان   دښتونه غرونه سپېره سيندونه وچ دی يو غوړپ اوبو پسی لالهانده يې روان   ستا دقافلی ږوږ می اوس هم تر غوږدي پټه خوله دښار کوڅوکی اوس يې سرګردان   دکوچۍ پېغلي دجامو رنګ دی پيکه سوی نه پسرلی سته نه رنګونه سړې سېلۍ دي دخزان   دا څه وسول ای زما وروره کوچيه ؟ وويل وچکالۍ ده خواست کړه دالله نه دباران ",کوچی او وچکالي 208,,"                                  (بي بي سي):د افغانستان په کندهار ولايت کښي د خوراکي توکو يو شمير سوداګروپه کار بنديز لاس پوري کړي او غوښتنه يي کړي ده چې حکومت بايد په خوراکي توکو لګول شوي ماليې يا ټکسونه لري کړي. دغو سوداګرو له پاکستان څخه د سپين بولدک له لاري د وړو، وريجو او نورو خوراکي توکو راوړل هم بند کړي دي. د وړو او وريجو دا اعتصاب به د خلکو ژوند د ستونزو سره مخامخ کړي.  خو په کندهار کښي د ګمرک ريس عزيزالله اسحاقي واي چې ماليه لګول او اخيستل د دولت کار دي او د ده په خبره د کندهار ګمرکي چارواکي دهغې د پورته کولو توان نه لري. د ښاغلي اسحاقي وينا ده چې دا ماليې د تيرو شپږو مياشتو راپه ديخوا د دولت له لوري لګول شوي دي.                                                                                           ",په کندهار کښي د سوداګروکاربنديز 209,," ", 210,,"       (بي بي سي): د افغانستان د کليود بيا جوړوني او پراختيا وزارت د کندهار ولايت د شاولي کوټ په وچکالۍ ځپلې ولسوالۍ کښي د اوبو د يوسلو پنځوسو څاګانود کندلو پروژه پيل کوي، چې واي هر څاه به له ديرشو څخه تر پنځوسو مترو پوري ژوروالې ولري. د چارواکو په خبره چې دغه څاګاني يه د شاولي کوټ څلور زره اوسيدونکو ته د څښاک اوبه ورکړي.             ",په کندهار کښي د څښاک د اوبو لپاره څا ه ګانې 211,,"                                     (بي بي سي ): دافغانستان د ننګرهار په ولايت کښي يو ځل بيا يو شمير افغان سوداګرو د مرکزي حکومت څخه غوښتي  چې د پاکستان له حکومت سره دي دوي د ترانزيتي مالونو په سر د ماليو لانجه اواره کړي. سوداګرو ويلي دي چې د څو اونيو را په دي خواد دوي په زرګونو په مال بار کنتينرونه د پاکستان د کراچۍ په بندر کښي له دي کبله پراته دي چې د دوي په وينا داسي ماليه ورنه غوښتل کيږي چې هغه قانوني نه ده.                 ",د حکومت نه د ننګرهار د سوداکرو غوښتنه 212,,"   ( بي بي سي ): د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د معيوبينو او د شهيدانو د چارو وزارت د کابل په ښار کښي د معيوبينو د ستونزود څيړلو ، د هغو د هواري او دهغود حقونو په تړاو يوه ورځينۍ غونډه رابللي ده. چې واي د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو نه د معيوبينو ديرش تنه استازې ورته راغلي دي. د غونډي لاس ته راوړنې به چارواکو ته وسپارل شي چې د معيوبينو څخه  د ملاتړي تګ لارو د جوړولو په مهال يې وکاروي.       ",په افغانستان کښي د معيوبينود ستونزود څيړلولپاره غونډه 213,,"                          (آزادي): د افغانستان د انتقالي دولت مشر ښاغلي حامد کرزي عربستان ته تللې دي. او د دغه هيواد چارواکو سره يې کتلې دي. ښاغلي کرزي په عربستان کښي د افغانانو د پاسپورت ستونزه حل کړي ده. په عربستان کښي په لکونو افغانان اوسي. او د افغانستان د اقتصاد په رغونه کښي رغنده ونډه اخلي. په روانه اونۍ کښي د انتقالي دولت د ماليي وزير اشرف غني احمدزي چې د خوست او پکتيا ولايتونو ته تللي و،  په عربي هيوادو کښي يې افغان کارګرو ته اشاره وکړه او په افغانستان کښي يې د هغوي پانګې اچونې وستايلې.              ",عربستان ته د ښاغلي حامد کرزي سفر 214,,"                      (آزادي): ټاکل شوې ده چې ښاغلي کرزي به په نږدې وخت کښي جرمني ته  سفر وکړي. او د لويديځ او ختيځ جرمني د يووالي د ورځي په وياړ چې کومه نړيواله جايزه د جرمني حکومت د نړي مهمو شخصيتونو ته ورکوي،  سږکال د دغه جايزې لپاره ښاغلي کرزي په پام کښي نيول شوې دي.               ",ښاغلي کرزي ته به د جرمني حکومت له خوا لوړه جايزه ورکول کيږي 215,سليم ( دادفر ),"   د ښاغلي سليم ( دادفر ) ليکنه _ کابل   د افغانستان د راديو تلويزيون د هنر او ادبياتو د ادارې له خوا خپريدونکې خپرونه (( د طاوس بڼکه )) له څو پلوه د پام وړ وه . دا خپرونه چې د وږي د ٢٤ مې نېټې له گڼې يې ښکاريده بوختونکې او تفريحي ده . سندرې ، خندونکې نندارې او شعر پکې خپريږي . داسې يوه خپرونه بايد د لسو بجو پر ځاى اووه يا اته بجې خپره شي چې د ښوونځي زده کوونکي يې وويني . ښايي د هغوى لپاره خندونکې نندارې او سندرې ډيرې په زړۀ پورې وي . البته دا په دې مانا نه ده چې د طاوس بڼکې دې څوک په همدې خبره پريږدي . د يوه ليدونکي له نظره پکې زه څو برخې د ارزونې وړ بولم : د وړاندې کوونکې خبرې ، د هغې وړاندې کول ، ناسته . د سندرو انتخاب . د نندارو انتخاب  او د ټولې خپرونې تخنيکي معيار .   راځئ له پايه يې را پيل کړو . تنخينکي معيار : د طاوس په بڼکو کې دوه نندارې انتخاب شوې وې . د انگلستان د يوه مشهور کوميدين (( مسټر بين )) د يوې خندونکې نندارې يوه وړه برخه . او دوهمه د کابل په يوه ستيج کې ډکه شوې پارچه . لومړۍ يې له نيمايي پيل شوې وه . ليدونکى نه پوهيده چې ولې د خندا غږ شته . اصلاً د دغې پارچې نورې ايډيټ شوې برخې ښايي خندونکې وې . د کابل تلويزيون ايډيت کوونکي بايد په دې وپوهيږي چې که کومه بهرنۍ ننداره د دوى د کلتوري محدوديتونو له مخې د خپريدو نه دي نو داسې يوه ننداره دې خوښه کړي چې د ايډيټ چړه پکې لږ وکاريږي . دوهمه ننداره چې خپله په کابل کې ثبت شوې وه د موضوع او د غږ د ښه نه اوريدو له امله  کمزورې وه . په دغې نندارې کې يو پلار له زويه شاکي دى چې سبق نه وايي ، په ناوليو اوبو کې لامبي او د ښوونځي کتابونه خرڅوي چې بايسکل په کرايه ومومي . پلار يې وهي . يو بل تن راځي هلک او پلار دواړو ته نصيحت کوي . زه نه پوهيږم په دې ننداره کې د خندا خبره څه وه ؟ ولې د خپرونې وړاندې کوونکې د يوې کوميدي په نامه ياده کړه . دغه ډول وعظ ښايي د ښوونځي ماشومانو ته ښه وي خو ايا د طاوس د بڼکو خپرونکي په دې خبر دي چې د ښوونځي ماشومان تر لسو يا لس نيمو بجو  وېښ نه پاتې کيږي ؟     د طاوس په بڼکو کې د سندرو تخنيکي معيار هم ډير کښته و . ټولې درې سندرې وې . په  لومړۍ هغې کې يې يوه افغان سندرغاړي د يوې مشهورې هندي غزلې د ويلو هڅه کوله . داسې ښکاريدل چې دغه غزل د کابل تلويزيون په ستوديو کې نه بلکه په کوم بل ځاى کې بل چا ثبت کړې وي . د غږ کيفيت يې په پيل کې ښه نه و او حتى د تصوير کيفيت او معيار يې هم ستندرد نه و . دوهمه سندره يې د يوه بل افغان ځوانکي دري سندره وه چې بيا هم لکه چې له کوم واده يا کانسرت څخه اخيستل شوې وي . په دغې سندرې کې هم د غږ او تصوير کيفيت هغسې نه و چې د يوه هيواد ملي تلويزيون دې خپور کړي . دريمه سندره يوه ايرانۍ سندره وه چې بيا يې هم غږ اوتصوير د خپريدو نه و . دغه سندره هم له يوه تجارتي کسټ څخه خپره شوې وه چې د سوداگرو نوم يې هم د کابل تلويزيون له ټولو هڅو سره سره څو ځلي ښکاره شو . د ايديت د کيفيت په باب هم د طاوس په بڼکه کې ديرې بڼکې د ايستلو وړ وې . د خپرونې وړاندې کوونکې چې ډيرې محدودې جملې يې لرلې په هغو کې غلطيده ، تخنيکي همکارانو د هغې د اصلاح هڅه کړې وه خو د چاړې نخښې يې له ورايه جوتې وې . د خپرونې د وړاندې کوونکې لپاره د پښتو څو محدودې جملې هم په ښه نثر نه وې کښل شوې . او د وړاندې کوونکې طرز يې هم جوت و چې ډير له ريښتيني ژوند څخه ليرې دى . وړاندې کوونکې داسې غږول شوې وه لکه د لومړۍ ورځې ناوې چې وي . د عکاسۍ پر وخت کيداى شواى چې د وړاندې کوونکې د تصوير پر ځاى نور څه ښکاره شوي واى او يوازې د هغې غږ تر غوږ کيداى .  په دې ډول به نه تخنيکي ستونزې څرگنديدې او نه به تصنع ښکاريده . د طاوس په بڼکه کې يوه بله خبره د خپل کلتور د هيرولو او د پردي فرهنگ د تپلو ليدل کيده . له بده مرغه دغه مساله  د اطلاعاتو او کلتور د اوسني وزير د دندې د پيل راهسې ليدل کيږي . هندي غزل يا ايراني سندره ښه انتخاب دى که د شبرغان يوه ازبکي سندره ، د باميان يوه هزاره گي سندره ، د نورستان يوه فولکلوريکه بدله يا د پکتيا او کندهار بابولاله . گومان کوم افغان تلويزيون بايد د خپل کلتور د غوړولو هڅه وکړي . په کابل او نور افغانستان کې هسې هم د ايراني او هندي سندرو خورا ډير خپرونکي شته . که د طاوس بڼکه په همدې ډول خپرونې وکړي ، بايد په پرله پسې توگه يې خبري رسنۍ بڼکي وباسي .      ",د طاوس بڼکو کې د کابل تلويزيون څو بڼکې 216,اکبر بری ( جرمني )," ( بيا مي دې زړه ته ګوتي څله راوړې )   بيا مي دې زړه ته ګوتي څه له راوړې را دوړوې پر زخم مالــــــــــــــــګي په څه تاخو پخپله هم ښکاره ولــــــــــــــــــــيدل چي څو نامردو د وطن په نامــــــــــــــــــــه زموږ د وطن پر ناموس لــوبي وکړې او د ولس د سوکالۍ په نــــــــــــــوم يې د ولس سوړ اورغالی هم ولـــــــــــــوټه بيا مي دې زړه ته ګوتي څه له راوړې را دوړوې پر زخم مالـــــــــــــــــګي په څه تا خو کتله چي څو سپو خونـــــــــکارو پر ملک او خلکو مځکه سور تنور کړه او دا درنه او مېړنۍ خـــــــــــــــــــــاوره يې د ځان په شان پر نورو وپلـــــــــــــــــــــــورله بيا مي دې زړه ته ګوتي څـــــه له راړوې رادوړوې پر زخم مالګي په څـــــــــــــــــــــــه تا خو ليدل چي ږېرور شــــــــــــــــــــــيطانان د خدای ، رسول ، اودقــــــــــــــرآن په نامه پر خدای ، رسول  او قرآن وبلوســـــيدل او د ژغورون او د خلاصــون په نوم يې نه چاته مال ، نه سر ناموس ورپرېښود بيا مي دې زړه ته ګوتي څه لــــه راوړې رادوړوې پر زخم مالګي په څـــــــــــــــــــــه ته خو هم دادی ورته ګورې چــــــــــــي نن هغه د ملک ، ها د ولس دښمـــــــــــــــنان او بيا هماغه ږېرور ابليســـــــــــــــــــــــــــان د ملک ولس ته تقدير پاڼي ليــــــــــــــــکي او د څير سترګو بازينګرو په شــــــــــــــــان سر دي ، نغمې د روڼ سبا ږغــــــــــــــــــــوي بيا مي دې زړه ته ګوتي څه لــــــــه راوړې رادوړوې پر زخم مالــــــــــــــــــــــــــګي په څه   ",( بيا مي دې زړه ته ګوتي څله راوړې ) 217,,"                      (بي بي سي ): د امريکي په ځواکونو پوري تړلي د ولايتي بيا رغونې يا پي ار ټي يوې ډلي ژمنه کړي چې په  هرات کښي به د بيا رغونې په پروژو دري ميليونه امريکاي ډالره ولګوي. دغي ډلې د هرات نوي والي ته ويلي چې دوي به لومړي د لومړي توبونوپيژندنه وکړي اوله هغي وروسته به  په همغه برخه کښي د بيارغوني پروژي پيل کړي. د هرات نوي والي سيد محمد دي ته ژمن دي چې د بيا ابادولو هغه پروژي به بشپړي کړي چې د اسمعيل خان د ولايت په وخت کښي پيل شوي وي.         ",پي ار ټي په هرات کښي د بيا رغوني په پروژو دري مليونه ډالره لګوي 218,," لکه څنګه چي ټول  هره ورځ د بېلابېلو رسنيو له لاري اورو ، په هيواد کي د ولسمشرۍ ټاکنو ته څو ورځي  پاته دي ، د ولسمشرۍ لپاره کانديدان د هيواد په بېلابېلو سيمو کي د ځان په پلوي غونډي او کمپاين کوي  . په کندهار ولايت کښي د ولسمشرۍ لپاره د کانديدانو د تبليغاتي کمپاين په اړه ښاغلي ولي شا طبيب له کندهاره لاندي راپور راليږلی دی . دکندهار په لرغونی او تاريخي ښار کښي دولس مشرۍ لپاره  دکانديدانو هلي ځلي پيل شوي دي  .  په  هر ځای کښی  دکانديدانو عکسونه تر سترګو کيږي ،  هاند د هغو کانديدانو عکسونه هم ځوړند شوي دي کوم چي د افغانستان په ملي ژبه پښتو خبري يا کولای نه شي ، او يا نه غواړي چي خبري په وکړي ، خو د پښتنو لمنه هميشه د ملي يوالي لپاره پراخه وه او پراخه به وي ،   د کندهار ښار او شاوخوا سيمو وګړي هره خوا د کانديدانو عکسونو ته ولاړ وي او ګوري يې . ، د ښار هري  خواته  په ګرځنده موټرونو ، او ريکشاوو ، دکانونو ، عامو څلورلارو ، او ډيرو ديوالونو باندي  هره خوا د ولسمشرۍ لپاره  د کانديدانو عکسونه ځوړند شوي دي په کندهار کي يو شمېر کانديدانو لکه : اوسنی ولسمشر حامد کرزی ، همايون شا واصفي ، احمد شا احمدزی ، او يونس قانوني  خپل بيليغاتي دفترونه پرانستي دي . په کندهار ښار ، عيدګا دروازه کي ښاريان د کانديدانو انځورونه ګوري   ",په کندهار کي د ولسمشرۍ لپاره د کانديدانو کمپاين 219,,"                  (بي بي سي ): په افغانستان کښي چارواکو ويلي دي چې د طالبانو يو جګ پوړي قومندان امنيتي ځواکونو سره د اورزګان په ولايت کښي په يوي وسله والې نښتې کښي د دوه ونورو ملګروسره يو ځاي وژل شوې دي. د اوروزکان والي جان محمد خان ويلي دي، دوي داسي استخباراتي معلومات تر لاسه کړي و چې مولوي عبدلغفار د بريد لپاره تياري نيولو. ده وويل چې نوموړي عبدلغفار يو وخت کښي په ګونتنامو کښي  بندي هم و. له بلې خوا طالبانو دا خبره رد کړي ده چې ګواکي مولوي عبدلغفار دوي سره تړاو درلود. او ادعا يې کړي ده چې د چارچينو ولسوال يې وژلي دي.     ",په اورزګان کښي د طالبانو يو جګ پوړي قومندان وژل شوي 220,,"                                        (بي بي سي ): پرون په هالند کښي د افغانستان دپخواني ولسمشر ډاکتر نجيب  الله د وژل کيدو اتم تلين د ده د شخصي او ګوندي دوستانو له خوا ولمانځل شو.  ډاکتر نجيب الله چې د ملګرو ملتونود کابل په دفتر کښي د ١٩٩٢ کال را په دي خوا پناه اخيستي وه، د طالبانو له لوري د کابل له نيولونه وروسته اعدام شو. د هالندد روتردام د غونډې په اړه  د وطن ګونديو پخواني غړې ښاغلي کبير کمال وويل چې د ډاکتر نجيب الله د شهادت د اتمي کالېزې په مناسبت په اروپاکښي د ډيرو هيوادونو نه افغانان سره راټول شوي و او د هغه د روح د احترام اود دعاپه خاطر يې  د قرآن شريف ختم وکړو اووروسته يې  د هغه په ياد باندي داسې يو محفل ترتيب کړي و چې هلته د ده د شخصيت او سياست په هکله  خبرې وشوې او مشاعره هم وشوه.               ",د ډاکتر نجيب الله د وژل کيدو کالېزه 221,,"                        (بي بي سي ): د افغانستان ولسمشر ښاغلي کرزي او د امريکاسفير زلمي خليل زاد د شبرغان اوسرې پل تر مينځه د سړک د پخولو دکار پرانسته کړي ده  . د اسړک دمتحده ايلاتونو په مرسته جوړيږي چې پنځلس ميلونه ډالر لګښت به پري راځي. په دي مراسمو کښي د ولسمشرۍ د انتخاباتو يو بل کانديد جنرال عبدل رشيد دوستم هم ګډون درلود.              ",د شبرغان اوسرې پل د سړک دکار پرانيستنه 222,,"                        (بي بي سي ): د بشري حقونو نړيوال سازمان د امريکا پوځ څخه يو ځل بيا غوښتنه کړي ده چې د سره صليب نړيوال سازمان ته اجازه ورکړي  چې په افغانستان کښي د دوي د ټولو زندانونو نه ليدنه وکړي. د بشري حقونو دا غوښتنه وروسته له هغي وشوه چې ادعا کيږي د امريکا په يو پوځي زندان کښي يو افغان وژل شوې دي. دا سازمان واي چې ډيري داسي ادعاوي يې اوريدلي دي چې د امريکا په پوځي زندانونو کښي  بنديانو سره بد چلند شوي او زورول شوي دي. نوموړې سازمان واي چې دا ډيره مهمه ده چې هغو مرکزونو کښي د بنديانو د شرايطو په اړه ډير معلومات تر ګوتو کړي چې د کندهار او بګرام پوځي زندانونو ته د استولو وړاندي په کښي  بنديان ساتل کيږي.     ",د بشري حقونو سازمان اوپه افغانستان کي امريکايي زندانونه 223,,"         (بي بي سي): د بلخ ولايت کښي د ملي اردود شاهين دوه سوه نهم نومې نوي قول اردو پرانيستل شو.  دي قول اردو کښي به نهه زره پوځيان وي چې مشري به يې جنرال تاج محمد کوي. په سيمه کښي اوم او اتم نمبرقول اردوګان چې اوس يوځاي کړل شوي دي ، وروسته به بې وسلې او تشکيل به يې له مينځه وړل کيږي. د ا څلورم ملي قول اردو دې چې د دفاع وزارت له خوا په افغانستان کښي پرانيستل کيږي. له دي نه وړاندي په کابل کښي مرکزي قول اردو ، په کندهار کښي د اتل او په پکتيا کښي د تندر په نامه درې نور قول اردوګان پرانيستل شوي دي.        ",په بلخ کښي د شاهين دوه سوه نهم نومې قول اردو پرانيستل شو 224,," ", 225,غوث الدين فروتن ( کندهار ),"   د سهيل لوېديځي حوزې د ادبي ټولنو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر تېر کاري بهير احتجاجي غونډه وکړه   غوث الدين فروتن / کندهار   دروان كال د سپټمبرپه ۲۷مه دماښپين په ٤ بجو په کندهار کې دافغان مطبوعاتي مرکز اينې په انګړ کې دسهيل لوېديځ زون دادبي ټولنولخوا داطلاعاتو اوکلتور وزارت پر تېرنيمګړي کارې بهيراحتجاجي غوندۀ جوړه شوه.   په پيل كي د غونډې اجنډا دميوند مجلې مسئول مدير عبدالنافع همت لخواوړاندي شوه، ده دخپلو خبرو په تر څ کې وويل :""افغانستان له كلونوكلونوراهيسي دژوندپه هرډګركي درانه زيانونه ليدلي چه ترټولو زيات زيانونه يې كلتوراوفرهنګ ته اوښتي دي. ده زياته كړه چه داطلاعات وكلتوروزارت مسئوليت لري چې زمونږ حق راكړي اومونږ هم دڅان په اړه مسئوليت لروچې دخپل حق غوښتنه وكړو. داساسي قانون له مخي دولت مكلف دى چه دپښتواودري ژبودمتوازن انكشاف لپاره كاروكړي، خوله بده مرغه چه تراوسه نه دولت اونه هم داطلاعات وكلتوروزارت په دې اړه كوم مثبت ګام اخيستى دى، كله چه ځوك دكابل ټلوېزيون خپروني ګوري نوكټ مټ لكه دايران دكوم ښارګوټي ټلوېزيوني چېنل چه وي اوياديوې سيمي دخلكو لپاره ځانګړى شوى وي. دملي ټرمينالوژي په اړه بايدووايوچه دافغانستان ملي ټرمينالوژي دمختلفوژبوله الفاظوڅخه جوړه شوې لكه لېسه،قول اردو، دارالمعلمين، اكاډمي، پوهنتون اوداسي ... دپښتو،دري،عربي،انګليسي،تركي اوداسي نوروژبوڅخه اخيستل شوي همدارنګه داساسي قانون په ۱۶ماده كي راغلي چې دافغانستان ملي ټرمينالوژي دي پرخپل حال پاته وي اما ددې برخلاف مونږشعورا وينوچه دملي ټرمينالوژۍ په برخه كي په څانګړي ډول له پښتوسره ستره جفاكېږي،هغه منل شوي الفاظ لكه پوهنتون، پوهنځى،ستره محكمه چه په پښتودي په دانشګاه،دانشكده، دادګاه عالي باندي اړول كېږي خو لېسه،قول اردو، دارالمعلمين، اكاډمي اوداسي نورچې په نوروژبودي پرخپل حال پاته دي. دمطبوعاتوپه برخه كي هم همداحال دى داطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا ځنيوهغو دولتي خپرونو ته  چې په پښتو ژبه خپريږي ويل شوي دي چې تاسو بايد په خپله خپرونه كې۳۰% فارسي مضامينو ته ځاى وركړى ،دبيلګې په توګه يې دخوست مجلې څخه ورته غوښتنه شوې وه خو دمجلې ادراې له دې امله چې فارسي ليكنې يې نه درلودې بخښنه غوښتې وه ، خو دوزارت له خوا ورته ويل شوي وه چې ليكنې موږ دركوو. اوس نو كه چېرته داسي وي نو هرات ،مزار شريف اوداسي نورو سيمو په خپرونو كې هم بايد ۳۰ فيصده پښتو مضامينوته ځاى وركړل شي .  كله چه يوپښتون ليكوال يوڅه ليكي اوهغه  هم پرحقيقت ولاړي ليكني وي په نه څه ځورول كېږي، دخپرونودبندېدوګواښونه ورته كېږي اوحتى ترمركزاوڅارنوالۍ پوري غوښتل كېږي خونوركسان كه هرڅه وايي يايې ليكي مخه يې نه نيول كېږي دبېلګي په توګه پيام مجاهد،پنجره اوځيني اشخاص وايي اوليكي: كرزى جاسوس پاكستان، پښتانه بې فرهنګه دي، كرزى ناخوانده امضاميكنداوپه ټلويزيون كي په ښكاره وايي چه زه افغان نه يم او اساسي قانون نه منم ،ايادداسي كسانواوملي وحدت ضدويناوومخنيوى داطلاعات وكلتوروزارت دنده نه ده؟؟ دتاريخي اثاروپه ساتنه كي هم دموراوميرې چلندكېږي ديوې سيمي دتاريخي اثارودساتني لپاره هره وسيله په كاراچول كېږي خودبلي سيمي تاريخي اثاروته كه ځه هم په لوټ اوتالان يې خبروي هيڅ ياملرنه نه كيږي دبېلګي په ډول داحمدظاهرقبرجوړېږي خومتآسفانه داطلاعات وكلتوروزارت دملي اتلي ملالۍد قبرجوړول خولاڅه كوې تراوسه ورغلي هم نه دي. نوموږ داوايو چې نوموړى وزارت يو بې كيفيته وزارت دى او په راتلونكي كابينه كې بايد داطلاعاتو اوكلتور وزارت په يو ملي وزارت بدل شي اوده داسي كسانو چې له تعصبه ډك وي محه ونيول شي .  ورپسې ډاکترمحمد ابراهيم شينواري دخپلو خپرو په لړ كې وويل : دنيا اوس ديو نړيوال كلي حيثت  غوره كړ ى او په دې نړيوال كلي كې به هغه قومونه فعال او ژوندي وي چې كلتور يې ژوندى وي په افغانستان كې دكلتور خبره مهمه ده خو متاسفانه دهيواد دكلتور په برخه كې له پښتو ژبې سره جفا شوې او په حقير نظر ورته كتل شوي دي نو موږ غواړو چې خپل حقه حقوق تر لاسه كړو تر څو له خپلو حقوقو څخه بر خورداره شواودا زموږ حق ده او موږ ټولو قومونوته دهغوى دمساوي حقونو دوركولو غوښتونكي يو .  وروسته عبدالاحمدمحمديار او حيات الله رفيقي په دې اړه خبرې وکړې. ديادوني وړده چې په دې احتجاجي غونډه كي پر کندهار سربيره د روزګان ، زابل ،غزني او هلمند ولايتونوادبي ټولنوګډون درلودچې دغونډې په پاى كي يې په ګډه يو پرېکړه ليک صادر کړچې  په لاندي ډول دى",د اطلاعاتو اوکلتور وزارت اود کندهار احتجاج 226,," ", 227,," ", 228,," ", 229,سورغر توخى," دکندهار له پوليسو سره ايتلافي ځواکونو دد١٤  موټرواودېرشو موټر سايکلو مرسته وکړه. په کندهار کې دايتلافي ځواکونو استازي دامرسته دکندهار والي انجينير يوسف پښتون ته دولايت په ماڼۍ کې وسپارل . ددولتي چارواکو په وينا له دې موټرو څخه به دراروانو انتخاباتو په بهير کې دښه امينت لپاره ګټه پورته کوي . ديادولوړده چې څه موده مخکې په کندهار کې  ميشتې پي،ار،ټي شپږ موټره او ١٤ موټرسايکله دکندهار له پوليسو سره مرسته کړې وه             ",دايتلاف ځواکونو دکندهار له پوليسو سره مرسته وکړه 230,سور غر توخى," دفټبال  لوبه چې د هلمند ولايت مرکز لښکر ګاه ښار څخه راغلى پامير کلب او په کندهار کې دارين کلب سره دکندهار په ميخانيکي ليسه  کې تر سره شوې مساوي پاي ته ورسېدې. دغه راز ميلمانه کلب پامير بله لوبه دکندهار ښار دهريال لوبډلې سره وکړه دسپورټ دوضع شوي مقرراتو په پام کې نيولو سره  نوموړې لوبه  صفر دصفر په مقابل کې په مساوي ډول  سره پاى ته ورسيده . ددغو لوبو دنندارچيانو په منځ کې دکندهاردسپورټ او بدني روزنې امير استاد ګلا لۍ دپامير له کلب  نه مننه وکړه چې کندهار ته يې دمسابقې لپاره رادانګلي ،او ده په اينده کې هم دداسي راشي درشي هيله وکړه.         ",دکندهار او هلمند لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې 231,سورغر توخى,"   دامريکا دبهرنيو چارو وزير کولن پاول په وينا په عراق کې ورځ په ورځ تشدد زياتېږي او زياتو هلو ځلو ته اړتيا ده چې ياغيان و ته ماته ورکړله شي . پاول  په دې اړه وويلي دي :""دامريکا په مشري ايتلاف  هڅه کوي چې دجنوري دمياشتې دانتخاباتو له مخه دعراق امنيتي ځواکونو وروزي               ", په عراق کې دکولن پاول په وينا تشدد زياتيږي 232,," ", 233,سورغر توخى," دصادراتو پر مختيا بانک دبانکوالي دنوي نورم په بشپړه ولوسره پرون دفعاليت جواز ترلاسه کړ. دصادراتودپرمختيا بانک دبانکوالي دقانون سره سم دنوي نورم په بشپړه ولواودنهوميلونو امريکايي ډالرو په پانګي سره له دغه اميتاز نه برخمن شو . هربانک چې څه دپاسه شپږ ميليونه امريکايي ډالره پانګه ولري ،اودبانکوالى مقرارت بشپړ کړي دمرکز بانک دسوداګري ،مالونو واردوونکو ته دپورونو دورکولودنده لري ،ددغه بانک جواز دافغانستان بانک دلوي رئيس له خوا پرون دځانګړومراسمو په ترڅ کې دغه بانک ته ورکړل شول.           ",دصادراتو دپر مختيا بانک دفعاليت جواز ترلاسه کړ. 234,ګل اغا احسان ( کندهار ),"  ارمانيو څوك مي وژني هره شـــــــــــــپه ټولي خېمي لټويلــــكه رڼـــــــا، چي څراغونه او لمـــــــــــبې لټـــــــــــويكاشكې د لمر په خوا مي كور واى ما به نور پېژندهزما لېــــــــــــــــمې د تورو شپوپه غېږكي شپې لټويد باد سړه څــــــــــــــــــپه مي ودرېده پر څيري ګرېوانزما دهيلود ارمـــــــــــــــــــــــــــــــــــان هغه شېبې لټوي     ",ارمان 235,عبدالقيوم مينه وال ( کندهار),"   د زړه هندارهوالله چې بيا مې نن له سترګو نه پرې توى شوې اوښكېچې د پيمخو مې لاسو كې مات بنګړي وليدلخدای د كوم شهيد په وينو يې وو سره لاسونهپر ګودر پاتې مې په وينو سره منګي وليدلد زړه هنداره چې په كاڼو د نفرت ماتويپه دغه ښار كې مې همداسې لېوني وليدلو بې شعوره، خو زموږ د باشعورو په ويرلانده په اوښكو مې د ګل سره اننګي وليدليوه وزرمات بلبل سحر هم راته داسې ويلڅو وزرماتي مې همداسې بېګاني وليدلشهيد-شهيد ښكاري ملګرو! مينه وال د الفتڅو بېنوا مې ترېنه پاتې اسويلي وليدل ",د زړه هنداره 236,سورغر توخى,"   د بلوچستان مشر ويس احمدغني په کندهار کې له له افغاني چارواکوسر وکتل  دکندهار اود کوټي چارواکو په کندهار کي داورگاډي پر پټلي او په سيمه کي پر امينتي چارو خبري وکړي. دپاکستان دبلو چستان دحوزي والي ويس احمد غني دميزان په 7 نيټه دبلوچستان داورگاډي  او امنتي چارو دادارو دمسولينو سره يوځاي کندهار ته راورسيد. لومړي دکندهار اودپاکستان دبلوچستان څخه دراغلي هيت ترمنځ د اورگاډي پر هغه پټلي خبروشوي چي دچمن څخه تر کندهار پوري  به دسل کيلومترپه اوږدالي وغزيږي.   دبلو چستان والي ويس احمد غني دبينواويبپاڼې خبريال ته وويل :داورگاډي ددي پټلي ټوله سروي پاي ته رسيدلي او کار به يي لومړي له چمن څخه تر سپين بولدک اوبيا د سپين بولدک څخه ترکندهار ښار پوري په نيږدي راتلونکي وخت کي پيل شي: ده زياته کړه پردي سربيره موږ له کوټي نه تر کندهاره دمسافرينو دهوسا سفر لپاره دبسونو پر مستقيم تګ راتګ هم دکندهار دچارواکو سره خبري وکړي چي ددي موضوع لپاره يوهيت وټاکل شو.او له دي وروسته به مسافرين بيله دي چي پرلار له يوه موټرنه بل موټر ته کښته اوله ستونزو سره لاس او گريوان شي مستقيم به له کندهارنه کوټي اوله کوټي نه کندهار ته سفر کوي.  همدارازده پخپلو خبروکي داهم وويل چي په افغانيستان کي داولسمشري دټولټاکنوپر مهال به موږ دويش پر پوله خپل ځواکونه نور هم زيات کړو تر څوپه سيمه کي امنيت نورهم ټينگ شي . خوده دا خبره رد کړه چي پاکستان دافغانستان په بي امنيتو کي لاس لري. ده وويل په قبايلي سيموکي زموږ عمليات داښي چي موږ په افغانستان کي سوله غواړو. همداراز دوي په بلوچستان کي دافغانستان داولسمشري په ټولټاکنوکي دکډوالو پرگډون. دافغانستان او پاکستان په ځانگړي دول بيا دکندهار اوبلوچستان ترمنځ پرتجارتي اړيکواوپر  يوشمير نور موضوعاتو خبري وکړي.           ",د کندهار او کوئټي تر منځ د اورګاډي پر پتلي خبري وشوې 237,,"   د امريکا د دفاع وزارت  دافغان ملي پوځ لپاره د شاو خوا يو مليارد ډالرو په ارزښت د پنځو اډو د جوړلو پلانونونه وړاندې کړي دي. دامريکا ددفاعي چارواکو د متحده ايالتونو کانگرس ته ويلي دي چې افغانستان په پلازمينه کابل کې د قوماندانۍ د يوه مرکز او ورسره په گرديز، کندهار، هرات او مزار شريف کې د څلورو سيمه ييزه اډو د جوړولو غوښتنه کړې ده. دوى وايي دا اډې په ټول افغانستان کې د امنيت او ټيکاو د رامنځته کولو لپاره پکار دي.           بي .بي.سي     ",امريکا دافغانستان لپاره پنځه نظامي اډې جوړه وي 238,,"                                                       دميزان په 7نيټه دزابل دنوبهار ولسوالي دښهاک په سيمه کي دورځي دلسو بجو په شاوخواکي دسميزو امنيتې ځواکونو په ګزمي بريد وشوو. دزا بل دامينت امير جيلاني خان دبينواويبپاڼې خبريال ته وويل : په دي بريد کي ٤دولتي عسکر وژل شوي  اونور کوم ځاني اومالي زيان نه لرو: خوده داهم وويل چي دبريد په ترڅ کي : پر دولتي سرتيرو دبريد کونکو څخه هم دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور هم ژوندي ددولتي ځواوکونو لاس ته ورغلي: ده زياته کړه دا لا تر اوسه نه ده معلومه چي په بريد کي له وژل شواونيول شو کسانوڅخه څوک دطالبانو لوړ پوړي کس شته او که نه. جيلاني خان بريد کونکي طا لبان وبلل او وويل چي اوس هم ددوي دنيولو لپاره په سيمه کي پلټنه روانه ده.  خوطالب سرچينو ددولتي ځواکونو شمېره لوړه ښودلې اوددوى په وينا زيات مالي زيان يې وراړولى دئ.             ", په زابل کي ٤ دولتي سرتيري وژل شوي دي. 239,," ", 240,هيواد شيرزاد ( مالمو )," په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز لخوا :  مسافرو کره ښه راغلې   د ۲۰۰۴ م کال د سپتمبر مياشت، ددغې مياشتې نوم د هر چا لپاره ټکان ورکوونکی دی. کله چې نړۍ وال  د سپتمبر د مياشتې نوم اوري نو له هر چا سره دا احساس پيدا کيږي چې بيا کومه انسان وژونکې پېښه شوی ده، او يا کوم اوښتون راغلی دی؟ د اځکه ددې مياشتې په يوولسه نېټه يو وخت هغه څه پېښ شوه چې ټوله نړۍ يې له همېشني خوب څخه راويښه کړل، ځکه کله چې د سپتمبر د مياشتې نوم اخيستل کيږي نه يوازې افغانان بلکې له نړۍ والو سره هم د  ډار او خواشينۍ احساس راپيدا کيږي، او هرې خوا ته  له وحشت څخه د وېرې له احساس څخه په ډکو سترګو نړۍ ته ګوري. مګر دا ځل نه دنګې ماڼۍ نړول شوي  او نه هم انسانان وژل شويدي. هر څه پر ځای دي، خو له ګران هېواد افغانستان څخه يوې افغانې مېرمنې چې پخپل هنري هاند يې همېشه ښځه، مور، خور، لور او ژوند انځور کړی له هېواد څخه واټنونه لېرې پرتو  مهاجرو ته  او له هېواد څخه لېرې پرتو مسافرو ته سر راښکاره کړ، هغه اغلې صفيه صديقي وه، چې مالمو ته راغله.  په مالمو کې اوسېدونکي افغانان د هغوی مېلمه پال وه. د سپتمبر په ۲۷ نېټه  په هغه محفل کې چې د سويډن – افغانستان کمېټې لخوا جوړ شوی وو، د افغانانو سره په افغاني مينه او احساس د زړه خواله وکړه او په دغه جونګړه کې يې په پښتو، دري او انګليسي ژبو نه يوازې خپل هنري انځورونه د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل، بلکې د هغوی هغو سوالونو ته يې چې د افغانستان په دغو ستونزمنو او برخه ليک ټاکوونکو شېبو کې نړۍ والو ته د علاقې وړ وه، وړ ځوابونه وويل.  په سبا يې چې د سپتمبر د مياشتې ۲۸ نېټه کېږي اغلې صفيه صديقي هغه محفل ته د بلنې هو وويل کوم چې ددغې اغلې په وياړ په سويډن کې د افغانانو د علمي او  فرهنګي مرکز  په نوښت جوړه شوې وه. دغه دروند محفل د حبيب الله غمخور لخوا نوموړې اغلې خور ته د هرکلي په ويلو سره پرانيستل شو. وروسته  عادلې رحمتزۍ د غونډې ويناکوونکي خلکو ته يو په بل پسې ورپېژندل. ددغې ښکلي او په زړه پورې ادبي او فرهنګي غونډې په وياړ چې زيات شمېر افغانان، ښځي، نر او ځوانان راټول شوي وه  د سويډن د مالمو په ښار کې ميشته افغان شاعرانو او د شعر او ادب مينه والو خپل خواږه او په زړه پورې شعرونه د غوندې برخه والو ته واورول. د مشاعرې په پيل کې په مالمو کې اوسېدونکي افغان او زموږ د هېواد پخواني شاعر ښاغلي محمدګل ( شبګيريار) خپل دوه شعرونه ( دوطن ياد، او يوه غزل)، ښاغلي عبدالباقي ( تلاښ ) خپل دوه شعرونه  او زموږ ځوان او تکړه شاعر هېواد( شېرزاد)، قدرت (حليم) او له ډنمارک څخه رابلل شوي د پښتو ژبې خوږ ژبې انځورګر ښاغلي عبدالمالک ( بېکسيار) او نورو شاعرانو خپل د زړه خواله له اغلې صفيه ( صديقي ) او د غونډې برخه والو سره شريک کړه. د يادولو وړ ده چې زياتو ځوانو افغاني زلمو شاعرانو دبېنوا د فرهنګي ټولنې د مشر ښاغلي عبدلاحمد محمديار په وياړ هم خپل ښکلي شعرونه ولوستل.  د پروګرام په دوهمه برخه کې اغلې صفيه ( صديقي ) پخپلو خوږو شعرونو او ادبي  انځورونو سره د غونډې برخه وال د څو ساعتو لپاره خوښ وساتل، داغلې ( صديقي ) شعرونه او ادبي انځورونه د غونډې د برخه والو له خواپه چکچکواو وطني احساساتو سره بدرګه  کېدل. د غونډې په پايله کې په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د غړو په استازيتوب د ګلو ګېډۍ د همدغه مرکز د مشر ښاغلي محمدا قا ( شېرزاد ) لخوا اغلې ( صديقي ) ته ډالۍ شوه. ( د غونډي يوه څنډه ) د غونډي يو شمېر برخه والي او اغلې صفيه صديقي له ډنمارك څخه ښاغلی عبدالمالك بيکسيارد غونډي برخه والو ته خپل شعر اوروي ښاغلی محمدګل شبګيريار د غونډي د مشاعري پر مهال خپل شعر اوروي ښاغلی عبدالباقي تلاښ د مشاعرې په برخه کښي اغلې عادله رحمتزۍ غونډي ته د وينا په حال کښي ښاغلی قدوس رحمتزی د مشاعرې پر وخت خپل له احساساتو ډک شعر وايي   ",اغلي صفيه صديقي د سويډن دمېشتو افغانانو مېلمنه وه 241,," ", 242,," ", 243,سورغرتوخى," يوه ډبرينه تخته چې ١٧مجسمې په کښې دي پرون اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شوه ،دغه تاريخي او دارزښت څخه ډک اثار دملي امنيت لوي رئيس عمران صالح له خوا داطلاعاتو اوکلتور وزارت فرهنګي مرستيال غلام رسول يوسف زي ته وسپارل شوه . دا تاريخي ډبرينه تخته دخپل سرکيندنو له امله قاچاق برانو راايستلې وه چې  دملي امينت موظفينوله کشف کولو وروسته  لاسته راړې وه چې داطلاعاتو اوکلتور وزارت ته يې وسپارله                 ",د١٧ مجسمو ډبرينه تخته ملي موزيم ته وسپارل شوه 244,سورغرتوخى," پاکستاني پوځي مامورينو ويلي دي ، چې دافغانستان سره ګډ سرحد ته نږدې دوزيرستان په قبايلي سيمه کې يو ځمکنى ماين وچاوديد ، چې له امله يې دوتنه عسکرمړه او څلورتنه ټپيان شول .چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې چې يو عسکر  پر ښخ کړل شوي ماين وخوت پاکستانيو چارواکو داپيښه په مخاليفو تندروانو چې دوى له ډېرې مودې ورپسې عمليات کوي اچولې ده .   جنوبي پښتونخوا کوټه کې هم تېره ورځ يو ه دماين چاودلو پيښه رامنځ ته شوې ده ،چې پوليسو په دې اړه ويلي دي چې داماين په کور کې جوړ شوى وه او بيا يې پر بايسکل باندې تړلى وه ددې ماين په چاودنه کې يو کس مړ او لږ تر لږه شپږ کسه ټپيان شوي دي چې په دې اړه لا تراوسه سم معلومات نشته چې دادڅه لپاره او چاته ځاي پر ځاي کړل شوى وه.                     ",په قبايلي سيمه اوکوټه کې چاودنې ،٥ نفره مړه او ١٠ ټپيان 245,," ", 246,," (بي بي سي ): په جلال اباد او ګرديز کښي ټولې درنې وسلې خوندي ځايونو او مسولو کسانو ته وسپارل شوي. د افغانستان د نوي پيل د بهير چارواکي واي له جلال اباد څخه يوسلو اته اتيا او له ګرديز نه دري سوه درويشت درنې وسلې ټولي شوي دي. د بهير چارواکي همدا راز واي چې په کندهار کښي هم د درنو وسلو د خوندي کولو چاري چټکي شوي دي او تر دي دمه يوسلو څلور ديرش  درنې وسلې په هغه څاي کښي ټولي  شوي دي.             ",په جلال اباد او ګرديز کښي درنې وسلې راټولي شوي 247,," (بي بي سي ): ملګري ملتونه واي چې د افغانستان دولسمشرۍ د ټولټاکنو چمتووالې په وروستيو پړاونو کښي دي. ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اونۍ کښي د هغو يوسلو شلو کارکونکو د استخدام چارې هم بشپړي شي چې د ټولټاکنو په ورځ به يواځي د افغانستان دننه په چارو لګيا وي. ملګري ملتونه واي له اوسپنې او لرګيو څخه د راي ورکونې سل  زره کړکۍ جوړي شوي دي. او نږدې ټولو ولايتونو ته د راي ورکونې، ټولونې او شميرنې توکي استول شوي دي. شپږ عشاريه يو مليونه ډالر به هغو يولکو شل زرو کارکونکو ته ورکړل شي چې د دوو اونيو لپاره د ټولټاکنو د چارو د پرمخ بيولو لپاره ګمارل کيږي. د دوي تر څنګ شل زره نور کسان به په دوه و ګاونډيوو هيوادو ايران او پاکستان کښي هم استخدام شي چې په دغو هيوادو کښي د افغان کډوالو د راي اچولو چاري تر سره کړي.               ",ملګري ملتونه واي چې د ټولټاکنو چمتو والې په وروستيو پړاونو کښي دي 248,عبدالولي منګل," عبدالولي منګل : څرنګه چې سياسي شنونکو وړاندېينه کوله چې د بون تړون به ښې اوروغې نتيجې ورنه کړي، هم داسې هم وشول. هغه پرېکړې او قولونه چې د بون په غونډه کې شوي و په خواشينۍ سره چې عملي او ترسره نه شول.  د بون په غونډه کې يو ډول په بيړه او په تلوار سره تپل شوي او تحميلي تړونونه د هغو چا په منځ کې وشول چې کلونه کلونه يې د قدرت او ثروت په سر سره هډونه مات کړي وو. ښه ، جوته خبره ده چې امريکا نه غوښتل چې په طالبانو د ورختلو او راپرځولو لپاره خپل ځانونه خوږ کړي، دا کار هغوی غوښتل په نورو وکړي. ددې لپاره هغوی د شمال ځواکونه وه کارول. امريکا او د هغوی پلويانو ددې لپاره چې د طالبانو رژيم را نسکور کړي،د هر ممکن چالند څخه کار واخېست . ددغه کار له امله پخوانيوافراطي تنظيمي ټوپکولانو ته (!) ته يو وار بيا چنس په لاس ورغی چې سرونه له غارونو نه راوه باسي. دا جګړه ماران او افرطيان چې څو کاله د طالبانو له وېرې او ډار له امله تيت او پرک شوي وو، يو وار بيا د سختو ورځو پخواني انډيوال امريکې د ناسنجول شوې پاليسۍ له کبله قدرت ته ورسيدل، په پيسو او وسلو سمبال شول چې په نتيجه کې يې اوس بيا د افغانستان سولې او ثبات ته ګواښ او خطر پيدا کړی دی.بايد په ډاګه وويم چې همدا اسلامي افراطي ځواکونه دي چې نه پرېږدي افغانستان پر مخ ولاړ شي او متمدن شي، همدا افراطي تور انده کړۍ دي چې د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لار کې خنډ جوړوي.هغوی هر وخت د خپلو شومو مقاصدو  او موخو لپاره د اسلام او ددين څخه ناروا ګټه اخلي، او هرکله چې پر افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لمر راختلی دی ، همدا ږيره ور   تنظيمي رهبران دي چې په افغانستان يې د اسلام تر نامه لا ندې توره شپه راوستلې ده .او دا هم په داسې حال کې چې په افغانستان کې په عنعنوي ډول دين له سياست څخه جدا ساتل شوی دی ،او په دې هېواد کې هېڅ دا ډول قانون نه دی رامنځ ته شوی چې د اسلام ددين د احکامو سره ضديت يا مغايرت ولري. ځکه نو ټول مترقي ځواکونه د اسلام د دين نه د سياسي مقصدونو لپاره ناوړه استفادې غندي   . پدې ډول شرايطو کې دا ملي اړتيا رامنځ ته کيږي چې د هېواد سوله پال او وطنپال ځواکونه د سولې او دموکراسۍ په يوه غښتلي نهضت کې سره راټول او متحد شي او د يوه پياوړي ، ملي سراسري الترناتيف (بديل) د ايجاد له مخې د افراط او جګړې د ځواکونو هلې ځلې شنډې کړي .  څه دپاسه درې کاله کيږي چې د طالبانو مستبده او کرغېړنه واکمني پای ته رسيدلې ده، ولې لا تر ننه په هېواد کې اساسي ستونځې نه دي حل شوې.په واقعي ډول د واک او قدرت مساله نده حل شوې،مرکزي حکومت ولايتونو ته  نه غځيږي.زورور جنګسالاران او ټوپکوالان په ولايتونو کې خپلې ولکې ټينګوي او د خپلې واکمنۍ عمر اوږدوي. له هيچا پټه نه ده چې همدا وسله والې کړۍ دي چې د افغانستان د بنسټيزو کشالو د حل مخنيوی کوي. د خپل واک او قدرت د ساتلو او اوږدولو لپاره د افغانستان او ددې هېواد د مليونونو ځوريدليو خلکو د لوړو ګټو پر خلاف ناروا هڅو ته لاس اچوي.  څه وړاندې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ښاغلي عنان دا خبره برمنډه کړه چې که د افغانستان پر ستونځو له سره غور ونه شي ، نو دا هېواد به بيا له لاسه ووځي او د نړۍ د ترهګرو په لاس کې به ولويږي. ښاغلي عنان په ډاګه په هېواد کې امنيتي ستونځې يادې کړې ، چې د ورځې په تيريدو سره زياتيږي. بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي  ويلي چې ، يو بل نړيوال کنفرانس ته اړتيا ده چې ددې هېواد اصلي شخړه حل کړي. ډېر ګمان کيږي چې د ده  منظور به  په افغانستان کې د قدرت شخړه وي ، چې اصلآ نده حل شوې. دغه ځانګړي استازي ځينو ختاګانو ته هم اشاره وکړه چې د بون په غونډه کې شوې وې.ده د جنکسالارانو شته والی د سولې د ټينګښت په لار کې يو عمده خنډ وباله  .                                  ټولو ته جوته ده چې اوس هم ملګري ملتونه ،او هم امريکا او د هغوی متحدين په دې پوی دي چې په افغانستان کې ددوی په کړنلاره کې ژورې نيمګړتياوې شته، او بايد په دې هېواد کې په يوې نوې کړنلاره فکر وشي.که رښتيا هم داسې وي ، نو دا نوې کړنلاره بايد چې لومړۍ د جنګسلارۍ او ټوپکسلارۍ په ختمولو سره پيل شي او باور دی چې هم دا ډول به وشي. پداسې حال کې چې د قدرت د بېلا بېلو مرکزونو د ړنګولو ، د وسله والو ډلو د خلع سلاح کولو او د هېواد د قومونو ، مليتونو او قبايئلو د اکثريت ملا تړ څخه برخوردار د يوه قوي مرکزي حکومت د ايجاد په لار کې د روانو هڅو ملا تړ کيږي، مګر په عين حال کې د هر ډول ديکتاتوري رژيم ، استبدادي او لاسپوڅي حکومت او د بشري حقونو په اعلاميه کې د مندرجو موازينو او ددموکراسۍ ضد اعمالو کارول په کلکه مخالفت بايد وشي. د افغانستان ټولې هغه مترقي کړۍ چې په رښتيا ددې هېواد په غميزه ځوريږي، د يوه حقوقي او غيرې ايديالوژيک دولت او د دا ډول سياسي نظام او سيستم پلوی کوي چې د حکومتونو په تغيير او تبديل سره د دولتي نظام بنسټيز جوړښت او ارکان تغيير وه نه مومي . داسې ښکاري چې امريکايان به خامخا يو روښان حقيقت ته غاړه کيږدي. بايد  چې د ږيره ورو رهبرانو اوجګړه مارانو د حمايت څخه لاس واخلي،او پرېږدي چې ددې هېوادپه مسايئلوکې ټول مترقي قووتونه برخه واخلي. له ياده بايد و نه باسو چې د افغانستان د لانجې د حل کنجي په وروستي تحليل کې د روښاندو او پرمختګ پالونکو غورځنګونو او ددې هېواد د مليونونو خلکو  په لاس کې ده . هر څه ددې سره تړلي دي چې ملت کله او څرنګه  د دا ډول پېئلي او مترقي پاڅون د جنډې  او بيرغ لاندې د خپل وطن د نجات او ژغورنې لپاره راپاڅيږي او په پښو دريږي. ",جګړه ماران او ږيره ور رهبران 249,,"                                   (آزادي): د افغانستان د ټولټاکنو په موخه  د نوم ليکنې بهير نن په پاکستان کښي دکډوالو لپاره پيل شو. راپور واي د نوم ليکنې بهير ډير ښه پر مخ روان دي.  ويل کيږي چې په دغه بهير کښي به تر اتو لکو پورې افغان کډوالو نومونه وليکل شي. د نوم ليکنې يو زرو شپږ سوه مرکزونه به په ښارونو او کمپونو کښي تر دريوو ورځو پوري پرانيستي وي.           ",په پاکستان کښي د ټولټاکنو لپاره د افغان کډوالو نوم ليکنه پيل شوه 250,بازمحمد عابد ( کابل )," وېره   بازمحمد عابد / کابل    2004 د سپتمبر14 خيرخانه     د پيښور په يوه ګن بازار كې مې د ماشومانو د لوبو شيان په يوه كراچي كې د خرڅلاو لپاره ايښي وو. كله كله به مې د ماشومانو د پام را اړولو په خاطر د لوبو له  شرنګانو څخه شرنګ هم پورته كاوه. په داسې حال كې چې له يوې ښځې سره درې ماشومان د لوبو د شيانو په خوښولو بوخت وو، د موټر د بريكونو د يوه ناتاره غږ  سره د يوه ماشوم غږ مې پام د عمومي سرك پر لور واړوه. و مې ليدل چې د بورد تاكال مزدا بس  غبرګ ټايرونه د ماشوم په غبرګو پښو وختل. دې پيښې ته تر هرچا زه نږدې اوم. ورخيز مې كړ، له ماشوم څخه مې غيږه تاوه كړه. په داسې حال كې چې ماشوم راته سپينې، سپينې كتل خو له خولې نه يې چونګ هم نه خاته. په دې وخت كې دوه كسه ځوانان چې د پوهنتون لباس يې په تن و، راورسيدل. يوه ماشوم له يوه لاسه او بل له بله لاسه ونيوه او په هوا يې د غربۍ پوليسو د ماموريت تر څنګ د ښاروالۍ روغتون ته ورسوو. دا پيښه د پوليسو ماموريت ته تقريباٌ سل متره واټن كې وشوه. په لږه شيبه كې په لسګونو كسان د پيښې ځاى ته راورسيدل، خو د پوليسو هيڅ درك نه لګيده. په داسې حال كې چې هغه ځوانانو ژوبل ماشوم د پولسو تر څنګ تير كړ. بس د حركت په حال كې و چې ما يې نمبر په يوه كاغذ نوټ كړ او په كراچۍ كې مې د نورو اسنادونو تر څنګ  كيښود. له دې پيښې نه دوه ورځې وروسته د دوه ګلونو تاڼيدار راغى او د پيښځاى پر سر ودريده او په كتابچه كې يې په ليكلو پيل وكړ.لږه شيبه وروسته تاڼيدار زما مخامخ دوكاندار ته چې رخت پلورونكى و، ورغى او د پيښې په هكله يې ترينه پوښتنه وكړه. هغه ماته لاس ونيوه او تاڼيدار نيغ زما خواته راغى، زه يې د خپلې چوكۍ نه پورته كړم او په خبرو يې پيل وكړ: _ روز ګار دې څنګه دى بچوړيه! _ بس د خداى فضل دى تاڼيدار صاحب، دال ساګ په كې ووځي. _ څوك خو درسره چيړ نه كوي؟ _ نه صاحبه.  بې غمه دې خپل كار كوه،كه كله درسره چا چيړ راواخيسته چې ما خبر كړې. _ ډيره مهرباني تاڼيدار صاحب. كه چا تنګول راواخيسته نو حتماَ به ستاسې نه مرسته وغواړم. د پشكال مياشت وه، ز ما د ململ نرۍ جامې په تن وې. په جيب كې مې د دوكاندارانو د اتحاديې كارت له ورايه مالوميده. د تاڼيدار سترګې زما په جيب ونښتې او سم له واره يې راته وويل: _ ته راكړه ګله دا كارت دې چې لږ يې ووينم. _ وګوره صاحبه. تاڼيدار كارت واخيست او بې له دې چې له ما نه پوښتنه وكړي. دوسيه يې خلاصه كړه او زما پوره پته يې په كې وليكه او راته يې وويل: _ ديداره! تيره ورځ چې دلته ماشوم مزدا وهلى و، هغه په حق ورسيده او ته په كې چشم ديد ګواه يې. _ دا څه وايې تاڼيدار صاحب، زه غريب سړى يم. ما په دې لانجو كې مه رانيسه. پريږده چې خپلو بچو ته رزق پيدا كړم. _ ولې ستا په رزق كې څوك لته وهي او ته له چا نه ويريږې، زه درسره يم، تاڼه درسره ده او ټول حاكومت ( حكومت) درسره دى. ته راكړه هغه نمبر چې دې نوټ كړى دى. _ ما خو نمبر نه دى نوټ كړى تاڼيدار صاحب او نه مې كومه پيښه ليدلې ده. _ شابه راوښيه ټايم مه ضايعه كوه چې زه نور كارونه هم لرم. _ تاڼيدار صاحب د څه نمبر رانه غواړې ؟ _ ټيك ده، ته خو راته نمبر نه راكوې، زه مجبور يم چې په دې ريړه( كراچۍ) كې يې خپله ولټوم. تاڼيدار هغه ځاى ته لاس تير كړ چې ما به په كې ځينې يادښتونه ساتل. يو بنډل كاغذونه يې راواخيستل او چې څنګه يې په لټون پيل وكړ، نو زما د زړه درزا په زياتيدو شوه. يو كاغذ يې ترې راواخيسته، يوه فاتحانه موسكا يې وكړه او سم له واره يې وويل: _ پيدا مې كړو، پيدا مې كړو. بيلكل همدا نمبر دى پي آر ايل چوبيس تريهتر (2473)  همدا به وي كنه ديداره؟ _ زه نه يم خبر تاڼيدار صاحب. _ نو دا څه دي چې دلته دې سمبال كړي دي. _ نه پوهيږم. زما په ځاى مې كله كله ورور هم كيني، كيداى شي دا مې ورور څه شى ياداشت كړى وي. _ بس ډير ځان وقي وقي مه جوړوه، زه لاړم چې دا مزدا پيدا كړم او كه پيدا مې نه كړه، قسم مې دې په خداى وي چې اډه په اډه دې له ځان سره وګرځوم او درباندې پيدا يې كړم. تاڼيدار په تلو تلو كې راباندې سترګې راوايستې او په خپله مخه لاړ، خو زه يې يو عالم انديښنو ته وركړم. د لږې شيبې له پاره مې توجه د بريك ناتاره اواز او د ماشوم چيغه مخې ته ودريده، فشار مې ښكته شو، په سترګو مې تياره راغله او بې دمه په خپلې چوكۍ كيناستم. ورځ مې ټوله په خپګان تيره شوه او د شپې مې خوب آرام هم نه و. كه د لږې شيبې له پاره به مې سترګې سره ورغلې، نو تاڼيدار به مې مخې ته نيغ ودريده او په خوب كې به مې ناڅاپه خېز وكړ. سبا ته چې بيا د كار ځاى ته راغلم، ساخت موده به وه چې تاڼيدار مې خوا ته راغلو او راته يې وويل: _ ديداره! له يوه غمه خو مې خلاص كړې، هغه موټر د ډريور سره ګرفتار شو، خو ډريور پيانچوټ            ( حرامي) جرم نه مني، موږ اوس كيس كچرو( څارنوالۍ ) ته ليږو. كه ستا د ګواهۍ ضرورت شو چې بيا په ځاى اوسې. _ تاڼيدار صاحب ما درته پرون هم ويلي وو چې ما نه څه ليدلي او نه زه د كومې پيښې ګواه يم. د خداى خاطر وكړه، ما ته كار مه ګوره. _ ته بې غمه شه تا ته به څوك پورته هم و نه ګوري. _ زه په چا ګواهي نه شم ويلى تاڼيدار صاحب. _ ستا پلار به هم ګواهي وايي. څه پوه شوې. زه اوس لاړم او چې ستا د ګواهۍ وخت راغلو، نو په كش كولو دې بوځم. پوه شوې؟ تاڼيدار لاړخو زه يې د وهمونو لړۍ ته پريښودم. دا ورځ مې هم ټوله په ويره ويره تيره كړه. هره شيبه به مې په زړه كې د تاڼيدار د راتلو ويره وه، خو دا ورځ هم تيره شوه. سبا چې بيا د كار ځاى ته راغلم او په كراچۍ مې د ماشومانو د لوبو شيان جوړول  نو درې تنه ځوانان چې واسكټونه يې په تن وو او سپينې خولۍ يې هم په سر كړې وې، يو يې سلام واچاوه او سم له وار يې پوښتنه وكړه: _ روكى جانه، ديدار ستا نامه ده؟ _ خدمت وايه وروره! _ ته خپله ديدار يې؟ _ نه، ديدار زما مشر ورور دى. خير خو به وي؟ _ نه كنه يار، كاشكې خير و. _ خداى دې خير كړي، خبره څه ده؟ _ خبره دا ده چې د لته چې كومې مزدې ماشوم وهلى و، هغه مزدا زموږ وه او ډريور هم زموږ خپل سړى دى. موږ  د دې كيس نه منكر شوي يو، خو ستا مشر ورورديدار دى او كه ميدار دى د هغې كيس چشم ديد ګواه دى. _ هغه خو چشم ديد ګواه نه دى، خو يو تاڼيدار راغلى و او په زوره يې د هغه نامه او پته ليكلې ده. _ هر څه چې شوي دي ورور ته دې ووايه چې د دې كيس نه ځان ليرې وساتي. كه نه زموږ مزدا د ورځې دوه زره روپۍ ګټي. او دا هم واوره چې كه ستا ورور د دې كيس ګواه شو، نو قسم مې دې په خداى وي چې د ټول كيس تاوان ترينه واخلم او هم چې تر هغې زموږ لارۍ نه وي راخلاصه شوي، نو د ورځې ورپسې دوه زره كالدارې چارج كوم. موږ ځو خو ورور دي وپوهوه چې په موږ ګواهي و نه وايي. د تاڼيدار ويره مې لا له زړه نه نه وه وتلې چې دا لانجه هم راته مخې ته ودرېده. پريشاني مې زياته شوه. هيڅ نه پوهيدم چې څه وكړم. په چرتونو كې تللى اوم چې يو دوست مې چې  بركت خان نوميدو او د پيښور پوليسو سره يې راشه درشه ډېره وه، راغلو . هغه ته مې ټوله كيسه وكړه. هغه راته ډاډ راكړ، له لاسه يې ونيولم او نيغ يې تاڼې ته بوتلم او څنګه چې ماهاغه تاڼيدار وليده، نو دوست ته مې وويل چې دا يو دى. دوست مې پرې له ورايه غږ وكړ : _اميررازق خان څينګه چل دى. دا زما يار دې څينګه په چشم ديد ګواه كې له ځان سره نيولى دي؟ دا دې له كتاب نه ايسته كړه. څه له يې د خلكو سره په شر اچوې؟ تاڼيدار مې دوست ته وويل: _ والله، خان! كيس خودايس پي تر افسه هم رسيدلى دى او څو ځايه كافي شوى هم دى. اوس يې هيڅ چاره نه كيږي. بس نور نه پوهيږم خو څه چاره يې وكړه. _ خان! اوس يې زما له لاسه چاره وتې ده. _ نو تا ته چا ويلې چې دا خواركى چشم ديد ګواه ونيسه؟ _ نو ما ته څه پته وه چې دا ستا دوست دى؟ _ بس چې چاره يې نه شې كولى دا هم ګواهي ته نه شي درتلى. هلته ورته د مزدې والا ګواښونه كوي چې د ټول كيس تاوان در نه اخلم او دلته تا تنګول را اخيستي دي. _ بس شوى كار دى خان! _ تا خو خپل كار كړى دى، خو زه هم ستا كار كوم، چې هفته راد بره كيږي، نو په لين ( د ښاري پوليسو مركز)كې دې حاضري لګوه. _ دا څه وايې بركت خانه! څه له مې د مور په ... منډې! _ تا چې زما يار د توپې خولې ته جوړ كړى، دا هيڅ هم نه دي؟ تا نه دا ډير مجبوره دى، هفتې كې دننه، دننه چې دې زما د يار نامه د ګواهۍ د ليشت ( لست) نه و نه ايسته، د ده خو به زه چاره وكړمه او ته به دې حاضري په لين كې لګوې. لاړو درنه!!! _ بركت خان تا ته خو د انګريز قانون مالوم دى چې په كاغذونو كې يو ځل بره لاړ شي، بيا نو كه هر څو دا كيس د هر چا وي له وس نه وتلې خبره ده چې ګوتې په كې ووهل شي. او ما ته څه پته وه چې ديدارخان ستادوست دى. بس رازقيه په نورو اينټو پينټودې نه پوهيږم، تا ته مالومه ده چې زما يوه خبره وي. زه او بركت خان له تاڼې نه د راووتو په حال كې وو چې ما شاته وكتل، نو تاڼيدار خپلې سترګې په ځمكه ژورې  ګنډلې وې. كله چې بيرته كار ځاى ته راورسيدو، نو بركت خان  ما ته وويل چې د څو ورځو له پاره ځان يوې ډډې ته كړه او ما سره په رابطه كې اوسه. دا داسې وخت و چې زما د تره زوى د ډيرې ګرمۍ له وجې د سوات بحرين سيمې ته د دوه درې مياشتو له پاره خپله كورنۍ بوتلي وه. پرته له دې نه چې د پيښې په باب كور كې څه ووايم، خپل ماشومان مې له ځان سره كړل او سوات لاړم. تر ما كشر ورور مې په جريان كې شريك كړ او هره ورځ به مې ورسره د تليفون له لارې خبرې كولې. ورور به مې د تاڼې د يوه پوليس نه په دې اړه مالومات اخيستل او ما ته به يې احوال راكاوه. څه كم دوه مياشتې مې په سوات كې اړولي وو،خو د لانجې حل نه راوتو. هره ورځ به مې د ورور له خولې اوريدل چې افريدي خپل جرم نه قبلوي درې څلور ځل خو يې راته دا هم ويلي وو چې دلته يو تاڼيدار راپسې هر وخت راروان وي او راته وايي چې ورور دې چې له هره ځايه وي راپيدا كړه چې ټول كيس ورته معطل دى، كه نه دا كار به رانه نور و نه لګوې. ما به چې دا خبره په تليفون كې د ورور له خولې واوريده، نو د سوات په هوا كې به په ما خوله راماته شوه، غړي به مې سست شول او د نورو خبرو د اوريدو تاب به مې له لاسه وركړ. په كور كې به هم تل پريشانه وم. هر وخت به مې ميرمنې راڅخه پوښتل چې په ما څه شوي دي، ولې د پخوا په څير ډوډۍ نه شم خوړلې، ولې د ماشومانو سره د پخوا په څير مينه نه كوم او .... خو ما سره پرته له دې نه چې په ستغه ژبه ورته بد رد ووايم، بل هيڅ نه د ويلو نه وو. دوه درې ځلې مې د بركت خان سره مې هم په تليفون رابطه شوې وه. هغه راته ويلي وو چې ته بې غمه اوسه تاڼيدار  خو مې درته لين ته رسولى دى او د لانجې د حل په جرګه مارو كې هم يم. يوه ورځ چې مې ورور ته تليفون وكړ، نو راته ويې ويل چې زما ملګرى پوليس وايي چې زه خپله له ديدار سره خبرې كوم، زه هغه پسې ځم، ته لس مينټه وروسته فون وكړه. پوره لس دقيقې وروسته چې مې تليفون وكړ، نو پوليس غوږى واخيست، له سلامه وروسته يې راته وويل: _ ديداره! د هغوى جرګه ناکامه شوه، سبا نه او بل سبا كيس بيا عدالت ته روان دى، د كيس د ختمولو له پاره ستا موجوديت ډير ضروري دى، كه چيرې ته حاضر نه شوې، نو ستا د ګرفتارۍ وارنټ به  جاري كيږي، نوره دې خوښه خپله ده. ما چې د پوليس خبرې واوريدې، په ژبه كې مې لاړې وچې شوې، په بدن مې خوله راماته شوه، ويښتان مې شخ شخ ودرېدل چې پوليس راباندې غږ وكړ: _ څنګه غلى شوې، لكه چې وويرېدې؟ _ زما پلار به هم ويريږي. _ مړه! ځوان ځلمى يې، حوصله پيدا كړه، دا خو يوه مامولي كيس دى. _ څنګه مامولي دى، د مړي  ګواهي راباندې وايي. _ يار دا خو تشه ګواهي ده، خلك مړي كوي. _ بس هر څه چې كيږي، زه نه حاضريږم چې شاهدي ووايم. _ والله ته خو په رښتيا وويريدې، هسې ټوكې كوم. نن د هغه خلكو فيصله كن جرګه وه، مسله يې حل شوه، سبا ته يې د تاڼې نه هم كار خلاصيږي. _ په ايمان يې وايې؟ _ هو. _ ته زما ورور ته تليفون وكړه. _ سمه ده. _ هيلو. _ څه حساب دى روكى جانه، دا خبره سمه ده چې د هغه خلكو روغه وشوه. _ هو، روغه يې شوې ده. دا خبره څه وه چې د خوشحالۍ نه مې په تير ماسپښين له سواته كډه رابار كړه او كورنۍ ته مې ځان راورسوو. د دې خبرې نه ډير كلونه تير شوي دي، خو اوس هم چې كله زه د موټر د بريكونو ناتاره اواز واورم، ويښته مې زيږه شي، هغه ماشوم مې نيغ سترګو ته ودريږي او په ټول بدن مې ويره خوره شي. ",وېره 251,اجمل ( امستردام )," چه پښتانه مو پښتانه پاتی شي   څنګه  به  ټينګه  يارانه پاتی  شي                                   چه هر يو بيل  دانه وانه  پاتی  شي دميو خونـــــــــد  به  تر ازله  نه  وي                                   ميخوار تر څو به مستانه پاتی شي ليلا وطن دی ځان مجنون کړه ورته                                چه دی د مينی افســــــــــــانه  پاتی شي لــــــيلا چه ﻻړه د بل چا نصيب شوه                                 مجنون به هسی ديوانـــــــــــه  پاتی شي پردي کــــــــــــورونه جوړوی  تر کله                                 خپل به دی کور نه دی خانـــه پاتی شي پښتونه پام کړه پښتو هيره نه کړی                                 نه  به  دی   نوم نه  نشانه  پاتی  شي نور به ذلت د دی نــــــــــه بره څه وي                                  چه خپل په کور کی بيــــــګانه پاتی شي اول دی ځان پسی جهان دی ګوره                                    بل  دی  پلمه او نه  بهانه  پاتی  شي که دی يو ځل هم د غيرت چغه کړه                                   نه  به  زنځير نه  زوﻻنـــــــه  پاتی  شي پښـــــــتنه مينه دی په زړه کی ساته                                   نه  به کعبه  نه  بتــــــخانه  پاتی  شي د رقــــــــــيبانو  زړه  به  هله  وچوي                                  چه  پښتانه  مو پښتانه  پاتی  شي څــــــــه به اثر کا سپک نظر دسپکو                                   دا درانه  خلک  چه  درانه  پاتی  شي چه يومو غږ وي  يوه  ﻻر او موخه                                   ياري  به  هومره  جانانه  پاتی  شي اجمله ويښ کړه دا  ويده  پښتانه                                   چه  دي  يو نوم  په  زمانه  پاتی  شي ",چي پښتانه مو پښتانه پاتی شي 252,," ", 253,عبدالله احسان," ښاغلی هېواد شېرزادچي د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرګولي په مىاشت کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى دی،   ښاغلی هېواد شېرزادچي، د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرګولي په مىاشت کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى دی، خو اصلي ټاټوبى يې د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالي د ملي خېلو قريه د شورلاخېلو کلى دى . لومړنۍ زده کړې يې د جلال آباد د ښار په محبوب سنګر نومي ښوونځي کې کړي ده، وروسته يې خپلې زده کړې تر دولسم ټولګي پورې د ننګرهار ولاىت په عالي لىسه کې پاى ته ورسولي. د يو سلسله ستونزو له امله دې ته اړ شوچې ګران ټاټوبى افغانستان پرېږدي، د پنځو کلونو راهيسې د سويډن د مالمو په ښار کې دخپلې کورنۍ سره د بې وطنۍ شپې ورځې تېروي. له کوچنيوالي څخه يې د شعر سره مينه درلودله. خو لومړى ځل چې يې ژبه په شعر ګويا شوله هغه ١٣٧٦ لمريز کال د زمري مياشت وه. اکثره وخت د وطن په ياد شعر ليکي. يو څو لنډې کيسې هم تر لىکنې لاندې لري خو تر اوسه کومه چاپ شوې ټولګه نه لري . دوه شعرونه يې د بېلګي په توګه درپېژنو :  لږ خواږه ډېر ترخه مـــــــا په دا کـــــم عمر ډېر څــــه وليدل لږ مــــې خواږه ډېر مــــې ترخـــه وليدل ډېــرو پـــــه خــــپـلـــــو نصـــــيبونــو ژړل ډېر ګــــرېوانونه مـــــې ﻻنده ولـــــــــيدل هغه ځلميان چې ﻻر پرې ښه ښکارېده ډېر مــــې په وينو کـــــې پراته ولــــيدل په څـــو پيسو چې خپل ايمان خرڅويداســــې مــــې ډېر قسم خـــــواره وليدلد ډېــــرو ﻻس مــــــې تر څنګلــــو پورې د سکه ورور پـــه وينو ســــره ولـــــيدل چـــې دُښمنان مو پرې وطــــــن ورانوي يو څو عظــمونه مـــــــــــــې پاخه وليدل هــــر څوک کوي کاږه او ســـــــم کارونه دلـــته مــــې ټول شــــيان کاږه ولـــــيدل هېواده ! خـــــدايږو دا وطن آبــــاد شـــي چــــې مـې ځلميان پکښې ويده وليدل                                                                               سويډن ٣/١٢/٢٠٠٠ د سوګندونو ماتېدل په تورو زلفو زنګېدل زده کووډکو پيالو کـې لمبېدل زده کـوومونږه د ښکلو له نظره ورک يوځکه يې زړو کې اوسېدل زده کوودا ازلي ژړا مــــــو ډېره وکـــــــړهراځــئ ملګرو! خندېدل زده کووچې يې الزام د مينې راکړلو نو،خـود به په دار باندې ختل زده کوونه ځو د نورو په رڼا پسې نورپخپله شمعه ســوځېدل زده کووخير دی که لمر زمونږ نه کډه شولواوس په رڼــا د ستورو تلل زده کوونور مو د صبر بېړۍ ډوبه شولهد ســـوګندونو ماتېدل زده کووهېواده! مسته ميکده راښيهد زړه د للـمو اوبېدل زده کــوو                                                                 مالمو ــ سويډن ",هيواد شيرزاد 254,عبدالله احسان," ښاغلی محمد یوسف هېواددوست په ۱۳۳۵ لمریز کال کې د کابل ولایت د بګرامیو د ولسوالۍ د حسین خېلو په کلي کې زېږېدلی   ښاغلی محمد یوسف هېواددوست په ۱۳۳۵ لمریز کال کې د کابل ولایت د بګرامیو د ولسوالۍ د حسین خېلو په کلي کې زېږېدلی .پلار یې ارواښاد ګل احمد نومیږي چې د افغانستان د کارتوګرافۍ او توپوګرافۍ د برخې یوتن  مجرب ماستر و.خدای بښلې مور یې د کونړ ولایت د نورګل دسیمې د مولوي عبدالرحمن لوروه .یوسف هېواددوست خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې د خپل روڼ اندي پلار او د سیمې په جومات کې ترلاسه کړې او وروسته د کابل ښار د استاد بېتاب  لومړنی ښوونځی یې په بري سره ترسره او بیا د منځنيو او لوړو زده کړو لپاره د کابل د انصاري په لېسه کې شامل او په ۱۳۵۶ ل کال کې د دغه ښوونځی له دولسم ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ او ورپسې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علوموپه پوهنځی کې شامل شو چې ۱۳۶۰ ل کال کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي  د تاریخ له څانګې په لوړه درجه فارغ او د لیسانس سند یې تر لاسه کړ.هېواددوست کله چې لا د ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکی و د وخت د راډیو افغانستان د کمکیانو خپرونې سره خپله همکاري راپيل کړه او له هماغه وخته بیا له پوهنتون څخه تر فراغت پورې به نیمه ورځ ښوونځی یا پوهنځي ته تلو او له غرمې وروسته به راډیو ( وروسته بیا ټلویزیون  ته هم ) ،دغه راز د کابل  د یو شمېر مطبوعاتو لکه د کمکیانو انیس  ،انیس ،هېواد،اصلاح ،ننګرهار،کندهار ،پکتیا،ژوندون،پښتون غږ ،کابل او یو شمېر نورو مطبوعاتو دفترونو ته ورتلو او له فرهنګیانو لو لیکوالو سره له ناستې ولاړې سربېره یې نوموړو مطبوعاتو ته لیکنې ،مرکې ،راپورتاژونه او څېړنې کولې .له ۱۳۴۸ ل کال څخه یې د راډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو ادارې د پښتو ډرام او داستان په څانګه کې د ارواښاد استاد ف .فضلي او ارواښاد استاد منان ملګري تر لارښوونې لاندې د تمثیل او ایاتر کار راپیل کړ چې د پښتو تیاتر د ممثلینو په ډله کې تر پایه پاتې شو او یو شمېر داستانونه ،ډرامونه ،تمثیلي ټوټې او  او راډیویی تمثیلي ټوټې وليکلې چې ښايي اوس هم د راډیو افغانستان په آرشیف کې خوندي وي .هغه په یو شمېر هنري فلمونو کې هم د ښه ممثل په توګه کار وکړ چې (بد قول )  او ( تورې څېرې ) د هغه د فلمونو غوره بېلګې دي . پوهنتون څخه له  فارغېدو وروسته د عسکری خدمت ته ولېږل شو،خو هېواددوست په  پوځ کې د کارکولو پر ځای غوره و ګڼله چې په راډیو – تلویزیون کې  خدمتي پاتې شي نو ځکه خو یې څلور کاله او شپږ میاشتې  د سرتېرو لپاره په یو  شمېرراډیویی او ټلویزیوني خپرونو کې  د ژورنالیست په توګه کار وکړ. تر هغه وروسته د راډیو افغانستان د روزنې د ادارې د مرستیال په توګه مقرر شو،لږه موده وروسته د ټلویزیون د ځوانانو د ادارې د مدیر په توګه،دغه راز د پوځی خپرونو د ادارې د مدیر  او ورپسې د راډیو د هنر او ادبیاتو د ادارې  د لوی مدیر او بیا د ټلویزیون د هنر او ادبیاتو د ادارې د لوی مدیر په توګه دندې ترسره کړې .ښاغلي یوسف هېواددوست د یوه ښه ممثل ،غوره انانسر او نطاق ،لیکوال ورځپاڼه لیکونکي او ژورنالیست په توګه کلونه کلونه زیار او هاند ترسره کړی  .(په پښتو کې تاریخ لیکنه ) د هغه اثر نوم دی چې ښاغلي هېواددوست لیکلی او د هیلې مجلې لخوا په پرله پسې توګه خپور شوی .اوس په ډنمارک کې اوسیږي او د( خپلواکۍ) په نوم یوه خپرونه  چلوي  چې د مېرمن فیضیه هوسا په مدیریت هره میاشت یو ځل چاپیږي .  ",محمديوسف هېواد دوست 255,خالدهادي," استاد محمد مهدي خليق دميزا محمدرفيق زوى پر1328ل.كال د كندهار ښار په لومړۍ ناحيه كې زېږېدلى دى، استاد محمد مهدي خليق دميزا محمدرفيق زوى پر1328ل.كال د كندهار ښار په لومړۍ ناحيه كې زېږېدلى دى، لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د كندهار په كاكاسيداحمد ښوونځي كې ترسره كړي او پر1348لمريز كال له احمدشاه بابا ښوونځي څخه په بريالي توګه فارغ شوى دى.د اقتصادي ستونزو له كبله له لوړو زده كړو څخه بې برخې پاتې شو او د خپل روزګار د سمولو لپاره يې كارته ملا وتړله، تر دې مهاله يې د خپل ورك برخليك پر لارو سختۍ او كړاوونه ګاللي اولا يې ګالي ، كه څه هم پر شاعري يې ښه اوږده موده اوړي او د دري هغه تر څنګ يې پښتو ادبياتو ته هم د قلم له لارې پاموړ او غوره سوغاتونه وړاندې كړي دي.ده هم د ځينو خپلكو په شان خپل ډېر شعرونه او نورې ليكنې سوځولي او له منځه وړي دي، خو اوس يې دخپلو ځينو ملګرو په ټينګار د خپلو شعرونو او ليكنو خوندي كولو ته زړه ښه كړى دى.د شعر پر شنه سمندر يې ديوه پټ درد او خواخوږۍ څپې په غورځنګو دي، چې له هېواد اوخلكو سره يې خپله توده مينه په زبات رسوي.شعر يې د دردونو او هغو ناخوالو رښتيني انځورونه دي، چې دهېواد له وروستيو پېښو او ناندريو څخه الهام اخلي، همدا راز فلسفې ته ورته ځينې ټكي يې هم دشعر په ښكلا كې برخه اخلي. ""رنګ"" نومى ازاد شعر يې دهمدې خبرې پخلى كوي چې په دې وروستيو كې يې كښلى دى.استاد خليق ښكلى غږ لري چې په ترنم كې يې استادي ګټلې ده، نوموړى دخپل هېواد پر ټولو ارزښتونو او وياړونو فخر كوي. بد غندي او ښه په نره ستايي. كومه ورځ د ګاونډي هېواد كوم""تور"" سړي د ""افغان"" په اړه څگگه سپكه خبره ورته كړې وه، خليق له ګرېوان نه رانيولى او د هغه كميس يې پوزې ته نږدې كړى و، بيا يې ورته ويلي وو: ستا له جامو څخه اوس هم د غلامۍ بوى ځي، ته راځې پر افغان ملنډې وهې؟ خليق صيب چې په خوله څه وايي په عمل كې يې هم تر سره كوي، له دروغ، تكلف او ټګۍ څخه تش دى، له همدې كبله يې ډېر ملګري پر كړو وړو، هنر او اخلاقو مين دي او هڅه كوي چې هر وخت يې له مجلس څخه خوند واخلي. نوموړى په ادبياتو كې ډېره مطالعه لري، خو څرنګه چې په دې وروستيو كې يې پر نثر ليكلو پيل كړى دا دعا ورته كوو چې قلم يې روان او ذهن يې تاند اوسه! ځواني ستا د سرو سترګو لغزش دى هوسۍ سترګېكه شراب په سره پياله كې احمر واوښت پر رخسار باندې دې زانګي تورې څڼېكه د شپې په تور ظلمت كې سحر واوښت دعشرت ښيښه شوه ماته دماغ سوزهكه دشوخ ساقي له لاسه ساغر واوښت دا غيبي د زنې خال ته ورشيوه شومكه د يار پر زنخدان مې نظر واوښت وهم و خيال ګوره، فلك دى چې نڅېږيكه مې روح هسې دمرګ پر خطر واوښت زه خليق پر هوس پوه د ځوانۍ نه شومچې قامت مې سهي راست پر كمر واوښت. نهيلي انصاف ګوره دقاموس په لمنليك كې موږكانو دى خوړلى هغه ټوك عدل څومره چې يادېږي كتابو كې هومره نه شته په نړۍ كې لكه نوك شرعه دلته په محراب كې ياغي شوېچې پر خوله دې هر سړى وهي په سوك دې قضا ته چې لېوان پر ډډ پرېوزيجلادان به خود پراته وي بغل چُوك د قانون دفتر مو سوى سر تر پايهزه خليق وړمه ځنګله ته د زړه دوك. كندهارماتې د ماتو زړونو له روغتونه ځنېيو زه مجنون ترېنه وتلى يمهنورو د مينې معماوې حل كړېخو زه مفتون ځنې وتلى يمهله دې سارا نه تښتېدلى نه يمپه سويو زړو كې سوى ځان لټومپر وچه ځمكه لامبوزن يمه زهلالونه سره د بدخشان لټومپر يوه ټكي چې تاوېږم هسې خو ابتدا او انتها مې وركه هغه ذهني انځور ټاكلى دى ما چې هر ګړى مې ترېنه كېږي كركهماته تلقين دمړومه راكوهزه د خلقت يم ناارامه څپېستا د مرموزو ګوتو وينم اثرما به نابود كړي له دې ښاره څپېزه چې د صبر كړۍ وړمه پښو كې د همنوا له خولې نه اّه نه خېژيدلته احساس دى په اوهامو كې پټخليقه ځوږ د هر همراه نه خېژي.كندهاررنګله انځور ګر نه شاعر وكړ تپوس:ته انځورګر يې، ښه رنګ ستا په نظركوم هغه رنګ دى، په رنګونو كې رنګين تر ټولو؟انځور ګر وويله:ګرانه! رنګونه ډېر دياو په رنګونو كې(رنګ)د بېرنګۍ دى رنګين.1379/د روژې 27 نېټه، كندهار ",محمد مهدي خليق 256,خالدهادي," صديق الله مين د ښاغلي محمد نور زوى پر1357ل كال د كندهار ښار په شپږمه ناحيه (چوڼۍ) كې زوكړى دى، صديق الله مين د ښاغلي محمد نور زوى پر1357ل كال د كندهار ښار په شپږمه ناحيه (چوڼۍ) كې زوكړى دى، تر څلورم ټولګي پورې يې زده كړه كړې او له 1375لمريز كاله را په دېخوا شعرونه ليكي، تر اوسه يې تر150 زيات قافيه وال، ازاد او نيمه ازاد شعرونه ليكلي، خپلې لومړنۍ شعري ټولګې ته يې ""د ښكلا غبرګون""نوم وركړى چې د صحاف خپرندويه ټولني له خوا چاپ شوېده.په شعر كې يې د لرغونو شاعرانو اغېز جوت دى، خو دا اغېز ډېر هم نه دى چې دشاعر ځاني نوښت په ځان كې ورك كړي، بلكې شاعر د نوښت او د نوي بيان څرګندولو لپاره هڅه كوي داسې توري او تركيبونه وټاكي چې د موزونوالي تر څنګ نوي وي، غزليز او عشقي رنګ يې تر يوه حده پر اند زورور دى، چې پر شعري ځواك يې دلالت كوي، ځكه نوموړى دا توكي د هنر په اب رنګوي او نورو ته يې وړاندې كوي. (مين) مين شاعر دى چې خپله مينه يې په خپلو شعرونو كې انځور كړې ده، كه دشعر نورې هنري بېلګې يې په غور سره ولوستې او خپلې تجربې يې هم ورسره شريكې كړې، نو كېدى شي د ښكلا ډېر غبرګونونه يې له كلام څخه رااوچت شي او د ډېرو خلكو زړونه يې په شعرونو وتخنېږي.مين اوس په كوټې ښار كې استوګن دى، له خپلې كورنۍ سره د اقتصادي لاسنيوي په موخه خياطي كوي، خو شاعري يې پرې ايښې نه ده. د كندهار او كوټې ښار په ځينو خپرونو كې يې شعرونه راځي. شاعري يې په خوند روانه ده او خداىدې وكړي چې تر پايه همداسې تانده وي.  رازپه خوله ويلاى نه شم، په بڼو حال درته وايمشرمېږمه اشنا! په اشارو حال درته وايمزاهده! واوره - واوره ما شراب څښلي نه ديقسم-قسم-قسم شم، په توبو حال درته وايمزما او د هوس تر منځه ډېرې فاصلې شتهخو غم ته چې نږدې يم، په سلګو حال درته وايمموږ دواړه خو مطربه ځكه نه سره پوهېږوته وايې په نغمو، زه په شعرو حال درته وايمدا پټ د زړګي راز چې مې له تا سره شريك دىنو خود به په سجدو كې په پښتو حال درته وايمد مينې افسانې مې درته ډېرې وويلې خو نن به په غزلو، په ټپو حال درته وايمويلى درته هېڅ نه شم مين ښكلى بېدرېغهپه ډېرو وسوسو، په اندېښنو حال درته وايم. كندهار يوند مستو ټپو غېږ كې تر دورانه پورې لاړمو خيال راسره مل، تر خپل جانانه پورې لاړمارمان و، لېونتوب و، د ځوانۍ په تصور كېبېباكه بې پروا چې تر زندانه پورې لاړمد اوښكو د څك غوندې زما ژوند هم مظلوميت وهوس نه مې زړه بل و، تر خپګانه پورې لاړمنه اور، نه اوبو مړ كړم، خپل ضمير مړ كړم په خپلهچې بېل شوم زه له ځانه او تر ځانه پورې لاړمد چا د خوښۍ واك به و، ضرور زما پرهيلواميد سره مې ټيټ سر چې تر شانه پورې لاړمفكرو كې لوبېدمه د شاعر ذهن پرغوليچې ښكلى شان غزل شوم، تر زبانه پورې لاړمخواهش انځور- انځور و ""مينه"" د ديدن مېد يار رخسار طبيب ته تر در مانه پورې لاړم. رنګد فلك غېږكې د ستورو يو تربله سره جنګ دىد شفق په وينو باندې د سپوږمۍ سپين رخسار رنګ دىد بڼو حبشي پوځ دې كړ تيار يو مظلوم زړه تهدا انصاف ستا د الفت دى او كه دا پښتو او ننګ دى؟چې فرياد وكړه حمله نن بيا دذهن پر وطن مېاسوېلي كاندي هجرت اوس ترې رباط د شونډو تنګ دىد نفرت لور كركې خپل ځان په نكاح چې كړ د بغضزېږوي به عنادونه، داټبر ټول د پيرنګ دىد زړګي پر كندهار مې د وصال ابادي پيل شوهجوړوي بيا ها تعمير يار، د خورې مينې چې ړنګ دىد مين د هيلو ناوې خداىخبر كله سينګار شيخو د خيال په بستره كې لا اوس پروت پر سره پالنګ دى. ګلابد ژوند په دې ستړې سفر كې ځان ته لاره ګورمحساس وګړى يم په كاڼو كې هنداره ګورمزما تر خپل ځان، زما بخت راته بېبخته ښكاريځكه تر ځان چې همېشه دى ناكراره ګورمڅړيكي دردونه عبث مه كوه بېوسه يمهنه شته دارو، ملهم، مايوس در ته پرهاره ګورمخير دى ساقي كه نه وي جام په لپو راكړه شرابزه خماري نه تر نوبت او نه تر واره ګورمتياره تقدير د هجر شپې ته رسولى يمهچې د همت په سترګو اوس درته سهاره! ګورمبې قدره وخت دومره نا پوه كړمه مين ځوانيمرګچې د ګلاب ګل په ګلونو كې بې خاره ګورم. ",صديق الله مين 257,خالدهادي," نجيب منلی د ١٣٣٧ کال د غبرګولي په نهمه په کابل کې زيږيدلی دی .د کابل له استقلال ليسې يې دولسم ټولګی خلاص کړی نجیب منلی په ۱۳۳۷ کال کې په کابل کې زېږېدلی، بکلوریا یې د کابل له استقلال لېسې اخیستې ده او لوړې زده کړې یې د ځمکپوهنې په څانګه کې په پاریس ۱۱ پوهنتون کې او د کمپیوټر په څانګه کې د پاریس د صنعتي لوړو زده کړو په مرکز کې د ماسټرۍ تر درجې رسولې دي.منلي په فرانسه کې شاوخوا شل کاله د سافټ ویر د انجنیر په توګه کار کړی او په څنګ کې یې له ۱۹۷۶ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د پاریس د ختیځو ژبو او مدنیتونو په ملي انستیتوت کې په پښتو څانګې کې تدریس کړی. له ۱۳۸۵ کال راهیسې یې د افغانستان د حکومت په بېلابېلو ادارو کې کارکړی دی.د سیاسي او فرهنګي چارو د شنونکي په توګه د هېواد له مطبوعاتو سره منظمه همکاري لري.له مقالو پرته یې لاندې اثار چاپ شوي دي: Poèmes Afghans, Radio Villages éditeur 1986, 22p. Lexique Français – Pachto, INALCO, 1986, 86p. La métrique du pachto [ د پښتو د شعر د جوړښت او ډولونو په اړه څېړنیزه لیکنه], in Cahiers de Poétique Comparée, INALCO, 1986, pp. 101-153. Tresses et Labyrinthe– contes pachto, CEREDAF, 2001, 113p. En attendant l’aurore [د عبدالباري جهاني د شعرونو فرانسوي ژباړه], Editions Caractères, 2002, 92p. Confiture d’orange, [د صفیه حلیم د لنډو کیسو فرانسوي ژباړه], Editions Caractères, 2004, 226p. لنډۍ شعر مردمی پشتو : [د لنډیو په اړه څېړنیزه لیکنه د یو لړ لنډیو له دري ژباړې سره] Iran Nameh, Spring and summer 2005, Maryland, USA اورونه زنځیرونه: [د پښتو شعرونو ټولګه], 2008, Kabul چترۍ : [له ډاکټر اکبر وردګ سره په ګډه د فرانسوي لنډو کیسو پښتو ژباړه], Baihaqi Editeur, 2008, Kabul Reflets de Poésie Afghane, [د افغانستان د پښتو او دري شعر د زرکلن تاریخ د ځینو بېلګو فرانسوي ژباړه], Baihaqi Editeur & Centre Culturel Français de Kaboul, 2008, Kabul کتابفروش [د دري شعرونو ټولګه], Kabul, 2009, 44p. A selection from modern Pashto Poetry [د پښتو د معاصر شعر د بېلګو انګرېزي ژباړه], Kaboul, 2010     ژباړې:   - Poèmes afghans ( افغاني شعرونه ) د شپاړسو پښتو شعرونو فرانسوي ژباړه - Landeys د شپږينځوسو لنډيو فرانسوي ژباړه - En attendant l’aurore ( د سباوون په تمه ) د عبدالباري جهاني د شعرونو ټولګه - Confiture d’orange ( د نارنج مربا ) د صفيه حليم د لنډو کيسو د ټولګې ”نيمګړی انځور“ فرانسوي ژباړه - د افغانستان سره تړلو ځينو مجلو د پاره د پښتو او دري شعرونو ژباړه         د شعر بېلګې: ١) چې درنېژدې شم ته لېرې کېږې در ته چې ګورم را نه پټېږې چې ياري نه کړې نو وايه ولې داسې مې سترګو سترګو ته کېږې ٢) په دا دوه توکه بلا پرېوتې زما زړګوټی د يوسف ختې څوک يې له رخې په وينو رنګ کا څوک يې له مينې کا رتې پتې  ٣ ) په لويه لار کې د پوخ سړک پاخه دېوال تر منځه په نري وت کې يو څو رېدي ولاړ دي په زرو سترګې ورته ګوري خو به خو چا ته ښکاري که نه؟ زما د زړه په سوزېدلي ډاګ کې د وچو وچو خسرتو، تورو وهمونو منځ کې څو ارمانونه ټوکېدلي خو دي خو چې ستا سترګې به پرې چرې هم ولګېږي او که د ياس بادونه به يې دانه وانه کړي؟ ",نجيب منلی 258,," ", 259,," ", 260,," ", 261,," ", 262,," ", 263,," ", 264,," ", 265,," ", 266,," ", 267,," ", 268,," ", 269,," ", 270,," ", 271,," ", 272,," ", 273,," ", 274,," ", 275,," ", 276,," ", 277,," ", 278,," ", 279,,"           (بي بي سي): په افغلنستان کښي د مخابراتو دوزارت سرچينې واي چې په دي هيواد کښي د روشن په نامه د ګرزنده يا موبايل تليفونونو د شرکت له لوري ويشل شوي تليفونونه سر له نن څخه د نړي په پنځه پنځوسو هيوادونو کښي فعاليت کولې شي. دا دشرکت په فعاليت کښي تر ټولو ستر وروستي ګام بلل شوي دي. د مخابراتو وزارت د نشراتو لوي مدير بي بي سي ته وويل چې په دي سر بيره دغه شرکت نن په وردګو،اسلام قلا، بغلان، پلخمري، امام  صاحب، شبرغان او حيرتانو کښي هم خپل مرکزونه فعال کړي دي. دغه راز يې زياته کړه چې د کابل – تورخم، کابل – حيرتانو، کابل –خوست او ايران او ازبکستان د پولو په لور غزيدلې لويي لاري  هم دروشن د ګرزنده موبايل شرکت په ساحه کښي شاملي شوي دي.                 ",د روشن د مبايل تليفونونو شرکت د فعاليت پراخوالي 280,,"                             (بي بي سي): په پام کښي ده چې د افغانستان دانتقالي دولت مشر ښاغلي حامد کرزي سبا په يو لنډ سفر جرمني ته ولاړ شي. د سفر موخه د هغې جايزې تر لاسه کول ښودل شوې چې د نړي پراخ نظرو ، زړورو او د با مسوليته د چلند کونکو پنځو مشرانو لپاره په پام کښي نيول شوي ده. د ښاغلي کرزي د مطبوعاتي دفتر سرچيني واي چې نوموړي به د جايزې له تر لاسه کولو وروسته د دوشنبې په ورځ بيرته کابل ته ستون شي.                 ",جرمني ته د ښاغلي کرزي لنډ سفر 281,انجنير بشير احمد نوري وردګ," لاندنۍ ليکنه څو اوونۍ مخکي لمړی ځل په يوه ويبپاڼه کي خپره شوه ، ورپسې په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني د مشر له خوا د کندهار په يوه سيمينارکي چي (( کندهار د تاريخ په اوږدو کي )) نوميدی خپره شوه ،هلته  د اطلاعات اوکلتور وزير ته ورسيده ، څو  ورځي وروسته لومړی صالح محمد صالح د ( هوسۍ ) مجلې چلوونکی اوورپسې د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار داطلاعاتواو کلتور د وزير ښاغلي رهين مخدوم  په امر اوغوښتنه د لويي څارنوالۍ د تحقيقاتوتر څانګي ورسيد . د انجنير بشير احمد نوري وردګ ليکنه خواجه صفا د كابليانو يو مشهور زيارت دى. دغه زيارت ته چې د شېردروازه غره په غېږ کي پروت دى له ليرې ليرې ځايونو خلك راځي او خپل مرادونه ترې غواړي. د خواجه صفا د زيارت تاريخچه معلومه نه ده، خو هلته له زيارت سره څېرمه په يوه ډبرليك باندې كښل شوي دي، چې د نوموړي زيارت ودانۍ په ١٣٢٣سپوږميز كال د امير حبيب الله خان په زمانه كې جوړه شوې ده. د امير شهيد د زمانې دغه ودانۍ اوس هم په خپلو پښو ولاړه ده. له دغه زيارت څخه د كابل زوړ ښار كابو ټول ليدلاى شو، دغه راز د زاړه ښار ګڼو سيمو څخه نوموړى زيارت راښكاري. د زيارت څرګند موقعيت د دې سبب شوى، چې د افغانستان د ځينو مشهورو زيارتونو غوندې په كې غيرقانوني پلټنې ونه شي. تاسې پوهېږئ چې په تېرو څو كلونو كې د افغانستان ګڼ زيارتونه د قديمه اثارو د قاچاق وړونكو له خوا كينستل شوي دي، چې دا په حقيقت كې زيارتونو ته ليوه بې احترامي او د افغانانو د باورتو او متبركه ځايونو بې حرمتي ده. زه د خواجه صفا زيارت ته سږكال د جوزا په لومړۍ اوونۍ كې وروختم، هلته مې څو كسان وليدل، چې پلټنې يې كولې او ځان يې د اطلاعاتو او كلتور وزارت مامورين معرفي كول. دزيارت كوټې ته كولپ ورلوېدلى و، ما ورڅخه د زيارت د ليدو اجازه وغوښته، خو دوى وويل: كيلي زموږ له يوه ملګري سره ده او هغه اوس نه شته. ما ته شك راولوېد، ټينګار مې وكړ، چې زه له ليرې ځايه راغلى يم، زيارت ته مې پرېږدئ، خو دوى تر پايه اجازه رانه كړه. دغو كسانو د زيارت له كوټې بهر په څو مترۍ كې ژوره كينده جوړه كړې وه. ويل يې: دا د بودايي زمانې كوټنۍ دي، چې د ځمكې له لاندې مو راوايستلې. اوس به خپلو پلټنو ته ادامه وركوو. ما د پلټونكو مشر ته وويل: اوس چې موږ خپل اثار په موزيمونو كې هم نه شو ساتلاى، ايا دېته څه اړتيا شته، چې تر ځمكه لاندې او د مقدسو زيارتونو په ساحه كې پلټنې وكړو؟ ايا كه دلته كوم اثار پيدا شي، د هغو د ساتلو امكان شته؟ د پلټونكو مشر په ځواب كې راته وويل: دا د وزير صاحب امر دى! د هغوى له خبرو معلومه شوه، چې له دغو پلټونكو سره د اطلاعاتو او كلتور وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين خاصه دلچسپي لري او كله ناكله ورته راځي هم. پلټونكو ټينګار كاوه، چې تر اوسه يې د بودايي زمانې د دوو كوټنيو له ډبرينو دېوالونو پرته، بل څه نه دي موندلي. خو په هماغه ساحه كې يو مرديكار چې پلټونكو د ډوډۍ راوړلو لپاره ښار ته استاوه او د كوزېدو په وخت كې راسره ملګرى شو، راته وويل چې د پلټنو پر وخت ځينې طلايي زېورات پيدا شول، چې پلټونكو وزير صاحب ته وركړل او دوى سره وويل چې د پلټنو تر پايه پورې بايد دا خبره پټه وساتل شي. ما له مرديكار څخه د زيارت د كوټې د داخل په باره كې پوښـتنه وكړه. هغه وويل: د زيارت كوټه له تېرو دوه، درې اوونيو څخه بنده ده. موږ د كوټې دباندې پلټنې كوو، د كوټې له منځه نه يو خبر. زه د خواجه صفا زيارت ته په دې نيت ورغلم، چې د دنيا غمونه وڅنډم او زړه مې سپك كړم، مګر له نويو غمونو او اندېښنو سره راكوز شوم. څو ورځې دمخه تر دې چې د لرغونو اثارو د ساتنې په اداره كې د خپلو خدمتونو په خاطر د ملت بابا او ولسمشر كرزي د اطلاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين ته د سيد جمال الدين افغان مډال وركاوه، نو په هغه ورځ د اطلاعاتو او كلتور د وزارت يوه مامور ما ته وويل چې وزير صاحب د لرغونو اثارو په قاچاق كې لاس لري او دى د دغسې مډال مستحق نه دى. مګر ما ته د نوموړي مامور خبره مبالغه معلومه شوه. مامورين ممكن د له خپلو امرينو سره مشكلات ولري او دغه مشكلات د تومت ويلو سبب شي. خو كله چې مې د خواجه صفا د زيارت كيندنې په خپلو سترګو وليدې، نو د شك ځاى راته پاته نه شو. ما د دغو پلټنو موضوع د كورنيو چارو په وزارت كې د پوليسو له يوه لوړ رتبه منصبدار سره مطرح كړه. دغه لوړ رتبه افسر مې پخوانى دوست و. هغه راته وويل چې په خواجه صفا كې د پټو پلټنو اوازه د كورنيو چارو وزارت ته هم رارسېدلې وه او دغه وزارت خپل ځينې كسان موظف كړل، چې د پلټونكو د فعاليت څارنه وكړي. ما ورته د طلايي زېوراتو خبره وكړه. د پوليسو منصبدار راته وويل: موږ د وزير صاحب له خوا د طلايي زېوراتو د ترلاسه كولو له موضوع وروسته هلته خپل كسان لېږلي، چې كه نور څه وموندل شول، د هغو تپوس دې وشي. ما ته د خپل دوست خبره قانع كوونكې ښكاره نه شوه. ورته ومې ويل: تاسې چې د طلايي زېوراتو له موندلو او پټولو خبر ياست، ولې همدا موضوع نه تعقيبوئ؟ هغه وويل: دا ډېره مشكله ده، چې له وزير صاحب تپوس وشي او كه د تپوس كولو اجازه هم ومومو، څنګه به يې ورباندې ثابتوو؟ نوموړي منصبدار راته وويل چې څو كاله پخوا په باميان كې د لرغونو زېوراتو يوه ډېره ګرانبيه خزانه د ولسمشر اوسني مرستيال كريم خليلي پټه كړه. دا موضوع بېخي څرګنده ده او خارجي مطبوعاتو هم ورباندې ډېرې ليكنې كړې دي. خو څوك دا جرئت كولاى شي چې له كريم خليلي څخه تپوس وكړي؟ موږ څومره بدمرغه يو چې خپل تاريخي افتخارات يا د طالبانو غوندې له منځه وړو او يا يې د اوسنيو ځينو چارواكو غوندې د څو ډالرو په بدل كې بهرنيانو ته وركوو! ",په کابل کي مرموزي پلټني 282,خالدهادي," ښاغلی عبدالوا حد نظري د ډ اکټر محمد امين نظريزوی په ١٣٣٢ل کال د کب د ميا شتي په شپږمه د کندهار په ښار په يوه رو حاني کورنی کي ستر ګي پرا نستلي ښاغلی عبدالوا حد نظري د ډ اکټر محمد امين نظري  زوی په ١٣٣٢ل  کال د کب د ميا شتي په شپږمه د کندهار په ښار په يوه رو حاني کورنی کي ستر ګي پرا نستلي . پس له لومړنيو زده کړو   دکندهار په احمد شا هي دکا بل د مير ويس نيکه په متو سطه او د رحمن بابا په ليسه کي يې تر سره کړي په ١٣٥٢ هـ. ش کال د کابل پو هنتون د حقو قو او سيا سي  علومو پو هنځي ته بر يالی سو. په ١٣٥٣ هـ. ش کال د يوه تحصيلي بورس څخه په ګټه دلوړو زده کړو په نيت د سينما او تلويزيون د ډايرکټ  په  بر خه کي د بلغاريا هيواد ته ستون سو . په ١٣٦١ هـ .ش کال کي د دکتورا معادل ديپلوم په اخستلو  سره هيواد ته را ستون سو . د ١٣٦١  کال را هيسي  د ډايرکټر په صفت لو مړی په تلويزيون او بيا په افغان فلم کي په کار بوخت سو . په ور ستيو کلو نو کي د افغان فلم درئيس ، د هنر مندانو د ټولني د سينما د انجمن د رئيس  په تو ګه او د هنرو نو دپو هنځي کي د استاد دنده تر سره کوله . ښاغلی وا حد نظري د هغه علا قي له مخي چي  د تمثيل او هنر سره يې درلوده  په ١٣٤٤ هـ .ش کال کي  د وخت د را ډيو د کو چنيانو دپرو ګرام سره  هم کاري پيل کړه تر ددي پرو ګرام کا کا منجاني سو ، بيايې دراډيو  دډرام او داستان د  په بر خه کي په کار پيل وکړ  او دنورو رنګارنګ رولونو تر څنګ  يې لوړني پر له پسي  دا ستان د سکيني او اومرا په نا مه   د او مرا رول ولوبوی  او همد راز لو مړنی مسټر فلا وړ  چي دا کميډي نندا ره يې را پيل کړه.  هنري جوړوني يې  د تحصيل په دوران کي  دنورور لنډو مستندو او هنري فلمونو تر څنګ  تلويزيوني فلمونه لکه       < ستاسو په هيواد کي  مګر خر نسته > او < دري شپي ديو زرو يو ي شپي څخه >  د ياد وني وړ دي  د سينما په بر خه کي  دلنډو مستندو  فلمونو د< وطن پا لنځی > په ١٩٨٣  کال او انقلاب دتکامل په پړاو کي ١٩٨٤ کال کي ،  لوړ هنري فلمونه  يې د لحظه ها  په  ١٩٨٤ او دا رمان  ١٩٨٨  کال او تلويزيوني  فلمونه لکه  کا غوشچي ١٩٨٤ ، دلمر په لور ١٩٩٢  افغانستان بيله شور ويانو څخه  مستند ١٩٩٠ او ، د کونډي زوی لو مړنی   کميډي سر يال په ١٩٩١ کال کي په درو بر خو کي د سينما مينه والو ته  وړا ني کړل  او لو مړنی تلويزيوني تيا تر هم  رئيس په نا مه  او انجلي دده د جوړونو څخه دي .  په مها جرت کي يې د ګمراه ٢٠٠٢ ، او هجرت فلمونه ٢٠٠٤ هنري لوړ فلمونه  چي دسينما د مينه والو  لپاره د پر دي پر مخ را غلي دي  . ښاغلی وا حد نظري ١٩٩٣  کال را هيسي د خپلي کورنی سره  په المان کي ژوند کوي .   د ١٣٦١ کال را هيسي  يې دطنز په ليکلو پيل کړی  او همدا راز تيوريکي مقالي او ژباړي د سينما په هکله ، فلمي لنډي سنار يو ګا ني  لنډي  نندا ري ، و کو چنيا نو ته  دا ستا نونه  او طنزونه  په دا خل او بهر کي چاپ سويدي . دا وحد نظري  دغه طنزي  مجمو عي تر او سه چاپ سويدي : اګر نديدي با ور کن  ١٩٩٧  ګله را سه که يې ګوري ١٩٩٧  واه واه ګل سيب ١٩٩٧ کله وار دا با او کله وار...٢٠٠٢ او  ديګه چطور هستي ٢٠٠٢  . ښاغلي وا حد نظري لو مړی افغا ني سينما ګر دی چي په يوه بين المللي سينما  فيستيوال کي  د ژوري  په صفت بلنه تر لا سه کوي . قدرمن  وا حد نظري دا فغانستان  دکلتور د غوره کارکونکي  لقب په ١٩٨٨ کال کي تر لا سه کړ  او ډيري نوري مطبو عا تي  او هنري جا يزي يې او ديپلو موه يې په دننه هيواد او خا رجي  فيستوالونو کي تر لا سه کړي دي . او په دي نژدي  وختو کي  يې په بهر کي دا افغا نستان  د ژور نا لستانو  د ټولني دده  اګر نديدي با ور کن  طنزي ټولګي ته  د طنز غوره جا يزه ور کړي ده . ښاغلی  پو هنيار  وا حد نظري د ١٩٩٥ کال را هيسي دالمان دډايرکټرانو دټولني  غړيتوب لري. د ۲۰۰۵ کال له پيل څخه په کابل کي د ا رياناتلويزيون د مشر په توګه او بيا دشمشادتلويزيون د مشرپه توګه وټاکل سو . ",عبدالواحد ( نظري ) 283,عبدالله احسان ( هالنډ )," د ( افغان سينما او تياتر مرکز ) د پرانستني مراسم د ٢٠٠٤ کال د اکتوبر د مياشتي پر دوهمه نېټه د شنبې په ورځ د المان د ليورکوزن په ښار کي د يوې غونډي په ترڅ کي پر ځای شوه . په دې مراسموکي په المان کي ميشت يو شمېر د افغانستان  د هنر او فرهنګ ، سينما او تياتر مينه والو سربېره د ځينو کلتوري ټولنو مشرانو، استازو او غړو ګډون درلود . د غونډي د برخه والو لخوا د افغان سينما او فلم تکړه ډايرکټر ښاغلی عبدالواحد نظري د افغان سينما او تياتر د مشر په توګه ، او ښاغلی مطيع الله روفي د معاون په توګه وټاکل شو . په غونډه کي د افغان سينما او تياتر په اړه  پر يو شمېر ارزښتناکو موضوعګانو خبري وشوې ، او د نوي پرانستل شوې مرکز لپاره د مرکز غړو ته دندي وسپارل شوې . د يادوني وړ ده چي نوموړي مرکز په غير رسمي توګه تر دې مخکي هم د افغانستان او سينما په برخه کښي هلي ځلي کړې وې ، او تير کال د ښاغلي عبدالواحد نظري په مشرتوب د (( هجرت )) هنري سينمايي فلم په جوړيدو کښي يې خپله کارنده ونډه درلوده . د افغان سينما او تياتر د پرانستني غونډي په  اړه مو د نوموړي مرکز د يوه غړي ښاغلي انجنير فريدالله ساپي سره خبري کړي دي . تاسو درنو لوستونکو ته يې دلته  په ږغ کي وړاندي کوو .   دلته په ږغ کي د ښاغلي انجنير فريدالله ساپي خبري واورئ       ښاغلی واحد نظري د افغان سينما او تياتر د مرکز د مشر په توګه وټاکل شو ښاغلی زرين انځور د افغان سينما او تياتر مرکز پرانستنه يو ارزښتنمد کار وباله د افغان سينما او تياتر مرکز په جوړيدو کي ښاغلي مطيع الله روفي کارنده ونډه  د ستايلو وړ ده . د افغان سينما اوتياتر مرکز د پرانستني غونډي يوه څنډه ښاغلی واحد نظري د افغان سينما او تياتر د مرکز په اړه خبري کوي د افغان سينما او تياتر مرکز ځيني غړي او د غونډي برخه وال   ",افغان سينما او تياتر مرکز پرانستل شو 284,," ", 285,سورغرتوخى,"  دسپين بولدک په ولسوالۍ کې ايتلافي ځواکونود دولتي ځواکونوپه ملتيا طالبانو ته درنه مرګ ژوبله وراړولې ده  تېره ورځ دافغانستان او پاکستان پر سرحد دسپين بولدک په ولسوالي کې ايتلافي ځواکونو ددولتي ځواکونو په ملتياعملياتو کې ٦طالبان ژوندي او ٩نفره ټپيان نيولي دي . دسرحدي لوا مشر عبدالرزاق خبر ي اژانسونوته ويلي دي  :"" نن مو په عملياتو کې ډېرى طالبان وژلي ٩نفره ټپيان او شپږ کسه مو ژوندي نيولي دي ."" دده په وينا داعمليات يي ديوپټ راپور پر اساس وکړل ،چې دوى ته رسېدلى وه ،دنوموړي پروينا دسپين بولدک په سيمه کې طالبان ځاى پر ځاى شوي وه،  کله چې  موږ داعمليات وکول دولسوالۍ شمال ته مو دسپينکي په کلي کې  دغه پټ شوي طالبان پيد اکړل ، خو په نورو پسې هم عمليات روان دي ."" خو: له دې عملياتو سره دعيني شاهدانو له قوله چورلکو بمبار هم کړې ده چې تردې مهاله يې څه پته نه ده معلومه چې ځايي خلکو ته خوبه کومه مرګ ژوبله نه وي وراوښتې ،خو داعملياتو په کليو کې روان وه .           ",طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي ده 286,," ", 287,سورغرتوخى," دنوموړې سنټر مشرمحمدداود په هغه غونډه کې چې سيارې نن په دې اړه دکندهار پوهنتون په انګړ کې جوړه کړې وه وويل :  په دې سنټر کې به محصلينو ته دکمپيوټر پر زده کړه سربېره دانټرنيټ له وړياسهولت نه هم برخمند شي  .  په دغه نوي پرانستل شوي سنټر کې چې دکندهار په پوهنتون کې يې  پرانستى دى، شپږ پايي کمپيوټرونه دمحصلينو دزده کړې لپاره په کار اچولي، او په اينده کې به  ددلته ددوى په وينايوه   ايف ،ايم راډيو هم   نصب کړي چې ددې سنټر له لارې به خپرونې کوي  ديادولووړده چې سياره يوه افغاني موسيسه ده چې پر کندهار سربېره په ننګرهار،مزار،کابل او هرات پوهنتونوکې يې هم ورته کارونه پيل کړي دي           ",په کندهار پوهنتون کې ميډيا سنټر پرانستل شو 288,," ", 289,," داسي ښکاري چي د جنوب لويديځو ولايتونو ډيره برخه اوسيدونکي به په راتلونکو ټولټاکنو کي حآمد کرزي ته خپله رايه ورکړي، په نوموړو ولايتو نو کي پر هره تړه ، دکانونو ، مسجدونو لوړو ټولګيو زده کوونکو تر منځ ، د پوهنتون دمحصلينو او .... تر مينځ داسي بحثونه کيږي چي د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره حامد کرزی تر نورو ټولو کانديدانو وړ سړی دی ، همدا ډول دکندهار ښار ريکشوانانو او ټيسکي چلونوکو په دوبيلابيلو لاريونونو کې دحامدکرزي سره ملاتړ څرګند کړ. ريکشوانانو وړمه ورځ او ټيکسوانانو تېره ورځ په سلګونو ريکشې او په سلګنو ښاري ټيکسانيانې په ښار کې دلارينون په څېر وګرزولې دوى دحامدکرزي په ملاتړ شعارونه ورکول او حامد کرزى يې دراتلونکي لپاره ښه او غوره انتخاب وباله . عبدالخالق چې ښه نوې نوزې ژيړې ټکسي يې دحامد کرزې غټ پوسټر ونه لګولي وه او په دې بهېر کې دى هم روان وه  د بينوا خبريال ته وويل:""موږدالاريون ځکه کړى دى چې خلکو ته داښکاره کړو چې موږ کرزي ته رايه ورکو تاسو يې هم بايد ورکړى .کرزى وطن جوړه وي او تراوسه يې څومره ډېر کارونه کړي دي نوموږ خو خپله رايه کرزي ته ورکو. ",حامد کرزی په کندهار کي ډير پولويان لري 290,," دجمعې په ورځ دروزګان ولايت مرکز ترين کوټ په جامع جومات کې دجمعې دلمانځه داداکولو وروسته له ولسوالۍ څخه دراغليو او ترينکوټ خلکو له حامدکرزي څخه خپل ملاتړ څرګندکړ. په نوموړې غونډه کې دروزګان والي جان محمد خان دحامد کرزي لومړۍ مبارزې په اړه څرګنده ونې وکړې چې کرزي دروزګان ولايت دسرلوړو غرونونه خپله مبارزه پيل کړې او ده پر روزګانيانو ږغ وکړ چې خپله رايه حامد کرزي ته ورکړي ."" دروزګانو الي په خپلوخپرو کې وويل .""حامد کرزى دافغانستان دځورېدلو خلګو په خاطر مبارزه شروع کړې ده هغه له تعصب خلاص دټول وطن خلګ بايد هغه ته رايه ورکړي ."" خو په نوموړې  نوموړې غونډه کې مولوي حاجي لعل محمد هم دحامدکرزي سره ملاتړ څرګندکړ خو نورو کانديدانوته يې دډاډ په ډول .چې دمبارزې لپاره روزګان ولايت ته ورشي وويل::"" موږ دجمهوري رياست وټولو کانديدانو ته احترام لروکه روزګان ولايت  ته هريو راشي موږ يې هرکلى کو موږ يې  ميلمه پالنه کو. ديادولووړده چې روزګان په سهيل لوېديځه حوزه کې دامهال داخو ډب ولايت بلل کيږي چې هره اوني دايتلافي اودولتي ځواکنوسره اورپکې ډلې نښتې کوي او دنورو ولايتونو څخه روزګان ولايت ته په هسکوغرونو کې لارې تللې دي داچې تراوسه کانديدانو هلته خپل دفترونه نه خلاص کړي لامل يې دامينت نشتوال ګڼل کيږي .   ",د ارزګان ولايت د ترينکوټ اوسيدونکو له حامد کرزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ 291,,"   په کندهار کې دبې وسلې کولو او ملکي کولو ډي،ډي ار پروګرام دوهمه پروسه په کندهار کې  سرته ورسېده .  ددې پروګرام په نتيجه کې ٢١٦٣تنو بېوسلې سووافرادو او افسرانو دملکي کولو پروسه بشپړه کړې ده چې له هغو ى څخه يوازې ١٧٨٣تنه ځاى پرځاى کولو پروسې ته داخل شوي دي او دکندهار په ولايت کې ددوهم الي پروګرام دکار دسپتمبر دمياشتې د٢٩ مه نيټۀ پتل شوى دى.چې تراوسه پورې يوازې ٤٤تنه پخواني سرتيري او افسران ملکي ژوند ته مخه کړې ده په دې پروګرام کې ددرې پوځي قطعو دلغوه کيدو پروتو کول لاسليک شوى دى ١١٢قطعه،د٢٣دفع هوا کنډک پياده لوااو هم دزابل ولايت ٢٧ نمبر فرقه لغوه اعلان شوې ده او له هغوى څخه ٨٢ درنې او او سپکې وسلې راټولې شوې دي ",په کندهار کي د بې وسلې کولو دوهمه پروسه سرته ورسيده 292,," دملي امينت رياست کارکونکو دکندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوشمېر وسلې او مهمات کشف کړي دي . داوسلې او مهمات ددپنجوايي دسپيروان په کلي کې کشف او ترلاسه کړې دي . په دغه وسلواو مهماتو کې دوې پايې بې،ايم، اى دستګاوې ،تقيل ماشيندار ،يوميل دهشکه ،درې فيره توغندي ،او پنځلس متره دچاودنې پيلتې شاملې دي . ",د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کي وسلي نيول شوي دي 293,," په داسي حال کي چي ټولټاکنو ته د ګوتو په شمير ورځي پاته دي ، د طالبانو له خوا هر لوری د يرغلونو امکان شته ، په دې ترڅ کښي د جنوب لويديځ حوزې په ځينو سيمو کي ځای ځای يا وسلې نيول شوي دي ، يا په داسي حآل کي له منځه وړل شوي دي چي د خرابۍ رسولو په نيت ځای پر ځای شوي وي دکندهارښار په پنځمه ناحيې دده خواجې په سيمه کې سړک ته نيږدي په يوه کنډواله کې ځاى پرځاى شوى توغندى دملي امنيت کسانو کشف  او تر توغولو دمخه ونيول شو. دغه توغندى له نيولو وروسته ايتلافي ځواکونو خنثى کړى . دملي امينت مشرپه مينا درې نورې توغندي هم په ياده شوې سيمه کې نول شوې دي دده داپړه پر طالبانو ورواچوله او په دې اړه يې دپلټنو يادونه وکړه چې روانې دي خو دده په وينا تر اسوه څوک نه دې نيول شوي ."" ديادولوړده چې تر دې دوې ورځې وړاندې هم دې سيمې ته نيږدي پرسايکل يو ماين وچاودېده چې دښار خلک دې پرلپسې پيښو په تشويش کې اچولي دي . ",په کندهار کي يوه ځای پر ځای شوې توغندۍ کشف شوه 294,," کندهار په دې ورسيتو کې دلاريونونو او دکانديدانو دکمپاينونو يو ستر مرکز ګرځېدلى چې هره ورځ ديوه کانديد په ملاتړ غونډې او لاريونونه کيږي تېره ورځ دکندهار په ښار کې  يونس قانوني ته وفادارو مجاهدو له سنځري تر ښاره پورې په ٢٥ کيلومتري کې لاريون وکړ او دمجاهدينو شعارونه يې ورکول. دا په داسي حآل کي کيزي چي څو ورځي مخکي يونس قانوني د نيمي ورځي لپاره له کابل نه کندهار ته راغلی وو او د خرقې شريقي په جامع جوماعت کي يې خپلو مينه والو ته وينا وکړه ، او ويي غوښتل چي په ټولټاکنو کي ده ته رايي ورکړي ، د ولسمشرۍ د ټولټاکنو لپاره په کمپاين کي له ټولو ١٨ تنوکانديدانو نه  يونس قانوني لومړی کس وو چي کندهار ته يي سفر وکړ . په کندهار کې ديونس قانوني دفتر داړيکو مسئول حاجي يوسف ددې نننۍ غونډي په اړه خبريالانو ته وويل:"" موږ په سنځري کې غونډه وکړه چې له هغه يه بيا ښارته راغلو ٥٠ موټره وه ټولو ديونس قانوني په ملاتړ شعارونه ورکول . ",په کندهار کي د يونس قانوني په ملاتړ لاريون 295,,"         (بي بي سي) : په افغانستان کښي دټولټاکنو چارواکي واي چې د رايو لومړنۍ شميرې به تر ټاکنو دوه ورځي وروسته او وروستۍ نتيجي به په شلو ورځو کښي اعلان کړي. دغه راز د ټاکنو په اړه د معلوماتو خپرولو لپاره  يو مطبوعاتي مرکز هم په اماني ليسه کښي د ټاکنو د ګډ دفتر له خوا پرانيستل شوي دي. د ټاکنو چارواکي واي که ګټونکي په لومړي پړاو کښي څرګند نه شي نو د ټاکنو دوهم پړاو به د نومبر په شپږمه نيټه  تر سره شي.  د رايو شميرنه به په اتو سيمو:مزارشريف، کندز، باميان ، کابل ، جلال اباد ، هرات، کندهار او ګرديز کښي تر سره شي.او د ايران او پاکستان راي به هم په کابل کښي وشميرل شي. د راي ورکونې دولس زره دري سوه څلورديرش څانګې به د نارينه و راي ټولوي او څه باندي نهه زره نوري څانګې به د ښځو راي ټولي کړي.           ",په افغانستان کښي د ټولټاکنو منډي ترړي 296,,"                       (بي بي سي  ):د افغانستان د انتقالي دولت مشر ښاغلي کرزي ته نن د غزني په ولايت کښي د انتخاباتي هلو ځلو په لړ کښي نږدې لس زرو کسانو  هرکلې ووايه. افغاني او امريکايې ځواکونو د نوموړي د سفر په مهال کلک امنيتي ترتيبات نيولي و. کرزي وويل د تلي د ١٨ نيټي انتخابات به په افغانستان کښي د سولي ، سواداو سوکالۍ لپاره لاره اواره کړي. خبر واي  کرزي په نوروا ولسو کانديدانو باندي بري ته لېواله دي.                 ",ښاغلي کرزي نن غزني ته ولاړ 297,," د ولي شا طبيب ليکنه ( کندهار )    انتخاباتي   هلی  ځلي  ډيري سويدي  ، دولسمشرې  لپاره  کانديدان  هر لورې ته سفرونه کوې او عام ولس ته ويناوي  کوي او ددوی  څخه درايې او باور غوښتنه  کوي  ،  په ډيرو ځابونو کښي  دکانديدانو تصويرونه  ځوړند سوي دي  ، دراډيو ، تلويزيون  ، ورځپاڼو او غونډو له لاري  خپل  انتخاباتي کمپاينونه  مخ ته بيايي .    اوس ملت بيداره دی  په ډيرو حساسو مسايلو  پوه دی . هغه  قاتلين  چه دملت په وينو يي  لاسونه  سره دي  ورته معلوم دي  . چه په زرهاوو بی ګناه  او بی دفاع مظلوم  افغانان  يی  شهيدان کړل . يوازی  په کابل  کی  دتنظيمو  چګړو پر مهال   په  لسګونو زرګونو بپچاره افغانان  په شهادت ورسيدل ، او ددغو تنظيمي  جګړوپه وخت کښي دکابل ښکلي  ښار په ويرانه بدل سو ، پوهنتون  لوټ سو ، روغتونونه   او په سوونو  عام  کورونه په دريمه ، څلورمه کارته ، کارته نو ، خوشحال مينه  کوټه سنګي  کي دخاورو په  کوټو بدل سول ، دکابل موزيم او ددارلامان  ښکلی ماڼۍ  چه غازي امير  اعلحضرت امان الله  خان  په عصر کی  جوړه سوې  وه    چور او ويران سول  . هغه توپک والا چي ددولت پر املاکو او مځکو يي  خېټه  اچولې ده ، دملت  څخه کله ځان پټولای سې . لوټماران  او دملی منافعو دښمنان ورته ښکاره دي  ، کوم چه  دملت بيت المال يي  په ډير ه بی رحمۍ چور او تالا کړيدی .  ښوونځۍ  ، پوهنتونونه ، دولتي  ودانۍ  يي ورانې او وسوځولې  .  دګران افغانستان  لرغوني  اثار   او معدنونه  يې  چور کړل . هغه  کانديدان چه مطلق متعصبه  دي ، او په يوه کلمه  پښتو هم نه پوهيږی  او ځان  حتی  افغان  نه بولی     او دافغانستان  د ټوټی کولو  شوم  افکار لري       ښه ترا  ورته معلوم دي .   ملت په دې هم پوهيږی  چي داساسي  قانون  دلويي  جرګې  پر مهال  کله  چه دملي  سرود دمادې    دتعديل  په هکله دوکيلانو امضا ګاني  اخيستل  کيدې  نو همدا حفيظ منصور وو چه   څو ځله  يي  امضا وي کړي وې چه وروسته کشف سو   داهم ملت ته معلومه  ده چه د پوهنی او ښوونی  وزارت کی  د قانونی  په امر  د ١٢ مليونو  دري  درسي  کتابونو  او يوازي د څلور نيم مليونو  پښتو درسي  کتابونو  امر ورکړې وو . او دپښتنو زده کوونکو  حقوق تر پښو لاندی سول او په عوض کی يي د قانونی  لخوا معرفي سوي کسان  بهر ته دزده کړې  لپاره  واستول سول .  ملت ښه پوهيږی  چه د دستم له وجی دشمال پښتانه  خپل کور  کهول او جايداد پريښولو ته  مجبور  کړه  ، نو ايا دا جنګ سالار هم ددې وړتيا لری چه ځان کانديد کړی . ملت  هغه کانديدان  چه غواړی اوبه خړي کړي او کبان ونيسی  هم   ښه پيژنې . افغانان  هغه کانديدان  چه دمجاهد له نومه  شومه استفاده کوی  او دتوپک سالاری  اورونه  ته لمن وهي  هم پيژني . ملت ته   هغه  کانديدان چه دملی وحدت ضد او دحسادت او عقدو نه ډک دی ورته معلوم دی  .   هغه کانديدان چه علمی سويه نلري  او په ساده جمع او تفريق هم نه پوهيږي  ملت ته معلوم دي.  هغه  کانديدان چه دکاميابۍ چانس يي  په ذره بين کی هم  صفر دی او فقط دشهرت په خاطر يی ځان کانديد کړې دی  هم ملت ته معلوم دې  . ای محترمو  کانديدانو  دا ولس  ډير غم ځپلی  او ټوکر ټوکر ملت دی   ، مګر  دومره باغيرته او دروند ملت دی  چه  اوس هم  سپين  ته سپين  او تور ته تور وايی .         ",ملت بيداره دی چي چاته رايه ورکړي 298,," ", 299,," ",