,author,content,title
0,سورغر توخى,"
داچاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې دنوموړې ولسوالۍ سرتيري په ګزمه روان وه .
دوالسوالۍ په دوه کليوميتري کې لمرخاته لورته په وچ مانده کې يې پر موټر ښخ کړل شوى ماين وچاوديد چې اوه واړه په کې وژل شوي دي .
دمعروف ولسوالۍولسوال معلم سيد په دې اړه دبينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل :""داماين په لاره کې ښخ کړل شوى وه کله چې زموږ سرتيري په ګزمه پر دې لاره تله ورباندې وچاودېده اوه نفره کې مړه شوي دي .""
دولسوال په وينا په دې اړه پلټنه روانه ده خو تر اوسه يې دپيښې په اړه تورن کس نه ده نيولى .
",دکندهار په معروف ولسوالي کې چاودنه ٧ دولتي سرتيري مړه
1,سورغرتوخى,"
دکندهار دلو يې والو په سيمه کې دبريښناکوټ څنګ ته دوه نفره چې پر موټر سيکل سپاره وه په ماين والوتل .""
دپيښې په اړه دکندهار امينت امير سالم احساس دبينواويبپاڼې خبريال ته وويل :""دادوه نفره ښارته راروان وه ماښام اوه بجې وي له دوى سره ماين وه ،غوښتل يې په ښار کې يې يوځاي ښخ کړي خو پلان يې شنډ شو داماين پر دوى پخپله وچاوديده، دوى دواړه په کې ټوټه ټوټه شوي دي او يو بل تن ښاري کس چې لاره وى وه هم په دې پيښه کې زخمي شوى ده اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
",په کندهار ښار کې دوه نفره چې پر موټر سيکل يې ماين دايښودلوځاى ته ليږداوه دوى پخپله په کې والوتل
2,,"
",
3,,"
",
4,,"
(آزادي): د افغانستان د انتقالي دولت مشرښاغلي کرزي نن وويل چې د شنبي په ورځ د جمهوري رياست انتخابات به د راتلونکي پيړيو لپاره د افغانستان برخه ليک وټاکي. کرزي دکابل په ملي لوبغالي کښي په زرګونو راټول شوو خلکو ته وينا وکړه او ويول چې د جمهوري رياست ټاکنې به په هرو پنځو کالونو کښي تر سره کيږي خو د شنبي د ورځي ټاکني چې د هيواد په تاريخ کښي لومړنۍ دموکراتيکې ټاکني دي ډيرې مهمې دي. انتخاباتي مبارزه او هلي ځلي چې امنيتي انديښنو پري سورې غورځولي دي نن پاي ته رسيږي.
",د کابل ملي لوبغالي کښي د ښاغلي کرزي وينا
5,,"
",
6,,"
د (( داستانونه )) دريمه گڼه چاپ شوه
د دوه مياشتنۍ مجلې داستانونه درېمه گڼه په کابل کې چاپ شوه . د ١٠٠ مخونو په دغې مجلې کې چې يوازې لنډې کيسې خپروي دا ځل د سناريو ليکنې په باب اوږده سريزه کښل شوې او د شاعر و ليکوال پير محمد کاروان يوه سناريو پکې خپره شوې ده . د دوهمې دورې په دغې درېمې گڼې کې د استاد سعدالدين شپون ، زرين انځور ، ايمل پسرلي او د يو شمير نورو کيسه ليکوالو لنډې کيسې هم خپرې شوي دي . داستانونه مجله خپله وېبپاڼه هم لري چې مجله او ځينو کتابونه پکې ترلاسه کولى شئ . www.dastanona.com ",(( داستانونه )) چاپ شوه
7,حبيب الله غمخور ( مالمو سويډن ),"
دحبيب الله غمخور ليکنه / مالمو _ سويډن دادۍ دوي ورځي وروسته زموږ په هيواد کښي د بن دکنفرانس د توافقاتو په اسا س دهيواد په تاريخ کي دلمړې ځل لپاره افغانان نارينه او ښځي د ولسمشر د ټاکلو لپار ه د رايي ورکولو صندوقو ته دريږي د هيواد راتلونکې پخپل دغه کوچنی کارت سره ټاکي ،او دارگ دروازي پخپلو لاسو راتلونکي واکدار ته پرانيزي .",د ولسمشرۍ ټولټا کني او افغان ا و لس وروستۍ اند يښنې !
8,کوچۍ م,"
د آغلي کوچۍ م ژباړه :
پيم فورتاون څوک و؟
ولهلموس سيمون پيترس فورتاون په کال ١٩٤٨ د فروري په نولسمه نېټه په يوې کنزرواتيوي ( محافظه کاري ) روم کتوليکي کورنۍ کښي د هالنډ په – فلسن - ښار کښي دې نړۍ ته سترګي وغړولې. د ښوونځی ټولي زده کړي يې په برياليتوب سر ته ورسولې. د لوړو زدکړو په وخت چي تاريخ، اجتماعيات ، حقوق او اقتصاد يې ويلو د هالنډ په مرکز امستردام کښي د زدکونکو په يوه غورځنګ کښي هم فعاله و. ددي نه څلور کاله وروسته يې د امستردام په پوهنتون کښي د اجتماعياتو ډاکټري تر لاسه کړه. وروسته له دي يې د هالنډ د ګروننګن ( خرونينګن ) په پوهنتون کښي په اجتماعي اقتصادي سياست کښي د اجتماعي پوهي ډاکټري تر لاسه کړه.
پيم فورتاون د عيسوي پروتستانو درهبري غړي و. او وروسته د دې نه يې شپاړس کاله د ګروننګن ( خرونينګن ) په پوهنتون کښي د اجتماعياتو د پروفيسر په څېرکار کولو. په١٩٨٦ز کال کښي هغه داجتماعي اقتصادي شورا سره همکار هم و او د دې نه وروسته روتردام ته ولاړ او هلته يې د فورتاون په نوم يوه د سلا مشوري اداره پرانيستله. وروسته له دي په کتاب ليکنه بوخت شو، په مجلو او اخبارونو کښي وځليد او ډير ژر په تلويزوني پروګرامونو کښي په وار وار د ميلمه په حيث وبلل شو. د ده د کتابونو په کتار کښي يو کتاب ( زموږ دکلتور د اسلاميزي کولو په ضد) تر نامه لاندې خپور شو. چې لوستونکي يې په لوستلو هک پک شول.
د ٢٠٠١ز کال په اخيره کښي يې پريکړه وکړه چې د سياست په ډګر کښي ګام کښيږدي او په همدغه کال کښي د _ ليف بار نيدرلينډ_ په نوم يو ګوند کښې د مشر په حيث انتخاب شو. دغه ګوند په هالند کښي د دولتي سيستم د کار سره د نا خوښۍ له امله منځ ته راغلي و. ددغه ګوند شهرت په ډيره لږه موده کښي ډيرلوړ شو چې ټول د پيم له برکته وو. پم په هغه وخت کښي نږدې د بحثونو په هر تلويزونی پروګرام کښي ليدل کيده ، د خپل ځانګړي او د نورو څخه د بيل نظر له امله يې د کتونکو شمېر ورځ په ورځ زياتيده. د نورو ګوندونو مشرانوته د ده د شهرت په زياتوالي داانديښني زياتيدلې چي چيري پيم ټولټاکني ونه ګټي؟
د پيم خبرواو نظرونو که يوي خوا ته هغه ته شهرت او د ګوند د برياليتوب لپاره لاره اواره وله ، نو له بلي خوا يې د خلکو په زړه کښي د هغه لپاره کينه او کرکه هم منځ ته راوړله. له دې کبله څو ځله د نا معلومو کسانو له لوري اخطارونه ورکړل شوي و. حتي چې يو ورځ په تلويزيوني پروګرام کښي د ده د خبرو په وخت په ده تورتونه (کيکونه) وغورځول شول.
د پيم نظر د نورو کانديدانو سره په ډيرو خبرو کښي توپير درلود خو په دوه و خبرويې د ډيرو خلکو پاملرنه ځان ته راګرزولې وه: يو يې ويل چي په هالند کښي د بهرنيانو لپاره هيڅ ځاي نشته. او بله دا چي اسلام يې يو وروسته پاتي کلتور باله . د هغه په فکر اسلام د نړۍ د سولي لپاره د يو لوي خطر په څير و چې بايد مخنيوي يې وشي .
ټول په دي خبره باور لري چې پم د هالنډ سياست د بيخه سره ولړزولو. د هغه د سياست په ډګر کښي د پښې ايښودلو سره سم ټول دباتونه ( مشاجري ) ، بحثونه او سياسي مخالفتونه منځ ته راغلل. او د هالنډ وګړواو حکومت دواړو ته دا ويره پيدا شوه چې پيم خوبه په هالنډ باندي واکمني نه غواړي؟
د کال ٢٠٠٢ د ماي په ٦ نېټه ، د هالنډ د ولسمشرۍ د ټاکنو څخه نږدي يوه اونۍ مخکې، پيم د هالنډ هيلورسم په ښارکښي په داسي مهال ووژل شو چې د يوي راډيويي اداري سره د مرکې څخه وروسته دباندي راوتلو. د هالند په اوسني ( معاصر) تاريخ کښي د پم مرګ لومړی سياسي مرګ و.
د هغه د وژلو دلايل ډير دي لکه: د اسلام په خلاف د هغه خبري، په سياست کښي د هغه مخالفين، د هغه دا نظر چې د مهاجرو لپاره په هالند کښي ځاي نه شته، او داسي نورکيدي شي. خوتر اوسه هيڅ معلومه نه ده چې ولي ووژل شو. اود هغه قاتل اروايې مريض وپيژندل شو.
کله چي پيم يوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر وخت له غابونو ( پېش قابونو ) سره په کيکونو وويشتل شو . بيا يې هم د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل .
کله چي پيم فورتاون د هالنډ د هيل ور سوم په ښار ګوټي دي له ميډيا پارک نه د راوتلو په حال کي وو د يوه تن له خوا د تپانچې څو پرله پسې ډزي پر وشوې ، او پيم فورتاون له نړۍ په داسي حال کي سترګي پټي کړې چي د ګوتو په شمير ورځي د هالنډ د هيواد ټولټاکنو ته پاته وې .
",ټولټاکني ، کانديدان ، او د بې امنيتۍ پايلي
9,,"
",
10,,"
په افغانستان کي د ولسمشري ټاکنو د کمپېن په وخت کى چى د ولسمشر حامد کرزي انتخاباتي مرستيال احمد ضيا مسعود له خوا تر سره کېده بمي بريد شويدى .دغه بريد د بدخشان د ولا يت مرکز فيض آباد په ښارکى شويدى .پدې پېښې کى يو تن وژل شوي او پنځه تنه نور د ځايي پخوا ني والي سيد اکرامالدين معصومې په گډون ټپيان شويدى .
",احمد ضيا مسعود په بمي چادونه کښي روغ پاته شوی دی
11,احمد فريد ( ثمين ) دPhD کانديد,"
احمد فريد ( ثمين ) دPhD کانديد
پېښورپاکستان
كه د تاريخ پاڼي به ځير سره راواړو نو دا تريخ حقيقت به د لمر به شاني راته جوت شي چي موږ افغانان
تراوسه پوري په دې نه يو پوهيدلي چي اخير موږ هم هيواد لرو او دا هيواد پر موږ حق لري. هر يو مو له واړه نيولې تر زاړه پوري دا چيغي وهي چي دې ډلي د افغانستان سره ظلم وکړاو دې بلي ډلي د افغانستان شتمني لوټ کړې مګر يوه هم دا ونه ويله چي دا "" ما"" او "" تا"" د گران افغانستان سره څه وکړه؟ آيا افغانستان ته مو كوم نوم وګټۀ؟ آيا كوم داسي كار مو وکړ چي د افغانستان حيثيت او وقار پرې اوچت شي؟ آيا همدا "" زه"" او "" ته"" نه و چي همدا ډلي مو تاييدولې؟؟ چا مو د روسانو لمن ونيوله او چا مو د غربيانو او ټولو په کډه دافغانستان د ورانولو لپاره پښې را بډ وهلي. كه ""زه"" او "" ته"" نه و نور نو څوك و چي گران افغانستان يې راته وران کړ آيا پېريان ول ؟؟؟
ايا همدا زموږ افغانان نه وو چي سره روسان يې افغانستان ته رادعوت کړل؟ ايا همدا زمونږ خپله افغانان نه وو چي د روسانو سرهپه گده يي زموږ هيواد راته ويجاړ کړ او په ميليونوافغانان يې راته شهيدان کړل ؟ايا همدا زمونږ افغانان نه وو چي فابريکې يې راته وراني کړې ؟ ايا همدا زموږ افغانان نه وو چي زمونږ فقيرانه كورونه يي راته ويجار کړل ؟ ايا همدا زمونر افغانان نه و چي ټانكونه او جازونه يې را ته كباړ کړل ؟ مگر د حيرت خبره دا ده چي نن همدا ښاغلي بيا ځانونه د دموكراسۍ قهرمانان ګڼلي!!!! او نړيوالي ټولني ته وعده وركوي كه چيري دوي انتخابات وګټي نو افغانستان به د""دموكراسۍ بڼ"" وګرځوي!!!
كه د رښتيا نه تير نه شو افغانستان ته هيچا هم خدمت نه دی كړی پخوانيو اميرانو او شاهانو مو يوازي عياشي کړې او بس. هغوي هيڅكله هم د افغانستان د ترقي خيال او سوچ نه دی کړيی. چا به يي د روسانو لمن نيولي وه او چا به يي هم د پرنگيانو او تل يي د خبل اقتدار د دوام به خاطر د مظلومو افغانانو ويني بهولي دي. آيا د افسوس خبره نه ده چي موږ تراوسه پوري يوه ""ستن "" نه شو جوړولاي ؟ آ يا د افسوس خبره نه ده چي موږ د تاريخ به اوږدو كي د خيرات خورو په شاني د نړيوالي ټولني څخه مرسته غوښتې ده؟ ايا د افسوس خبره نه ده چي سره لدي چي زمونر مشرانو دي هيواد سره هيڅ هم نه دي کړي مگر بيا هم مونر لاپي او شاپي وهو چي پلاني شاه دا وکړه او هغه بل امير مو دا وکړه او ناري او سوري وهو چي پنځه زره كلن تاريخ لرو!!!
هوكي! منم چي تاريخ لرو مگرد تاريخ نه مو د وينو بوي راځي موږ د تاريخ په اوږدو كي لكه د گور چنجي يو له بله سره شخړي او جګړې کړي دي. دكرسۍ او اقتدار په خاطر مو د خپل سكه ورورغوږونه پرې کړي ، سترگي مو ترينه راويستلي او سر مو ترينه غوڅ کړي دی. دا چي نن په هرات كي افغانانو يو بل سره پپوست کړه دا زموږ په تاريخ كي كومه نوې فاجعه نه ده دا راته د پلرونو او نيكو څخه به ميراث پاتي ده.
سپين ږيري افغانان مو وليدل چي د افغانستان د ناورين په هكله يي گيلې او شكوې كولې، زما ملگري سپين ږيرو ته ور جخت شو او داسي يې ورته وويلي :""پدر جان ! مسول اين همه قتل و كشتار شما هستيد اين شما بوديد كه ما را با مهر و محبت مهين نه پرورانيد. اين شما بوديد كه يك روز هم براي ما نه گفتيد كه افغانستان كشورماست و اين ميهن برما حق دارد. اين شما بوديد كه يك فرزند تان خلقي و برچمي شد و فرزند ديگر تان مجاهد اين شما بوديد كه يك فرزند تان با يك گروه و فرزند ديگر تان با گروه ديگر همسنگر شد اگر الحق شما با اين كشور مهر و محبت مي داشتيد ما با مشكلات كنوني دست و گريبان نه مي بوديم.......""
په رښتيا چي دافغانستان د ناورين اصلي عامل دادی چي مونږ به ملي روحيې سره نه يو روزل شوي. يوه ورځ مو هم مور او پلار راته ونه ويلي :"" زويه ! ته د افغانستان يې او دا ملك درباندي ډير حق لري پام كوه چي ورسره خيانت ونه کړې"" يوه ورځ مو هم په خپل مكتب كي ملي ترانه ونه ويلي يوه ورځ مو هم مور او پلار دې ته ونه هڅولو چي په خپل كور خپله ملي جنډه ورپوو. يوه ورځ هم چا راته ونه ويلي چي افغانستان په نړۍ كي ورسته پاتي هيواد دی او موږ يې بايد به ساينس او تكنالوژۍ سمبال کړو .
زه به هيڅکله هم هغه ترخه شېبه له ياده ونه باسم چي زما ماشومي خور د پاكستان دازادۍپه ورځ زما نه ده پاكستان جنډه غوغوښتله او ما به ورته ويلي:"" خوركي دا دپاكستان جنډه ده موږ پاكستانيان نه يو موږ افغانان يو او خپله جنډه لرو."" او هغې به بيا رانه پوښتنه كوله :"" نو ولي موږ يې په خپل كور نه رپوو او ولي موږ جان جان افغانستان نه لرو؟؟""
خدايږ چي زموږ پر حال ژړا پكار ده موږ گران افغانستان ته ډير په ټيټه سترگه كتلي دي .زه له بل هيچا نه گيله نه لرم زه يوازي له خپل ځان او نورو افغانانو څخه گيله منم يم موږ تراوسه پوري دې هيواد ته ده هيواد په سترگه نه دي كتلي او كه كتلي مووای نو نن به داسي خوار او زاز نه و.
ده پښتو خوږ ژبي شاعر ملنگ جان داسي وايي:
""زه ستاسو ننگ ناموس يم تاسي ما نه مخ پهشاشوې
واړه مي غېږ كي لوي کړی اوس له ما نه بې پروا شوې""
رښتيا هم چي موږ خپل گران هيواد افغانستان له ياده ويستي او داسي فكر نه كوو چي موږ هم افغانستان لرو څوک مو پاكستانيان شول څوک مو ايرانيان شول څوك مو غربيان شول او څوک مو عربان شول . د نړۍ نورو هيوادو ته وگوری چي څومره يې پرمختگ کړی او څومره يې خپله ژبه او فرهنگ ټينګ ساتلي دي مگر موږ تراوسه د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ خيال او سوچ نه دی کړی او داسي فكر كوو چي نړيوال به يې راته جوړکړي. خوږه پښتو او دري مو هيره کړي او د انگريزۍ شنه طوطيان يو.
اي پښتنون خانه! اي تاجك خانه! اي هزاره خانه !اي تركمن خانه! اي ازبك خانه! تا ته وايم راځه ده خان خاني څخه تير شو او دا مظلوم هيواد د بې سوادي او عدم پېشرفت له كندي څخه راوباسو. "" زه"" او "" ته "" به هلته رښتيني خانان شو او كروزينونه او موبايلونه به راسره خوند وکړي كه چيري مو په خپل لاس او زيار سره موټر او ټيلفون جوړ کړ او پرې ليكلي مووي"" د افغانستان ساخت""
اوكه همداسي د غفلت په خوب ويده وو نو نه به "" زه "" خان يم او نه هم "" ته"" او كه ځانان خانان ګڼو نو دا به مو لوی حماقت وي .
", افغانستان ته پخپله افغانانو په ټيټه سترګه کتلي
12,ډاكټر رحمت ربي زيركيار، كلفورنيا,"
ليکوال :ډاكټر رحمت ربي زيركيار، كلفورنيا
د ښکلا مجلې د لسمي ګڼي څخه
دوې مياشتې وړاندې د كال 2004م په فرورۍ كې په امريكا كې يو بل په څېړنه كوټلى كتاب راووت: سټيوكُل، د پېريانو جنګونه: له شوروي يرغل څخه د 2001م د سپټمبر تر لسمې نېټې پورې د امريكا د مركزي استخباراتو، افغانستان او بن لادن پټ تاريخ (نيويارك: پېنګوين پريس، 2004م).
Steve Call, The Ghost. Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2001 (New York, 2004).
زما په نري ګومان د دې اثر له ژباړې سره به افغانان او (افغانستانيان) علاقه ولري. افغانان غواړي د كتاب د ژباړې له لارې افغان ملت د (افسانوي كوماندان ) احمدشاه مسعود په كيسو، پيسو او معاملو خبر كړي.
افغانستانيان غواړي د عين كتاب د ژباړې له لارې مليتونه خبر كړي، چې په كتاب كې د \""امر صاحب\"" نوم په درناوي ذكر شوى دى. دا كتاب له معلوماتو ډك دى او افغان ملت د دې وړ دى چې په دغه كې خوندي شوي معلومات ورته په روغه ژباړه كې وړاندې شي. كه ژباړن بډېري او توضېحات ولري، بويه دا چې خپل مال د ليكوال له مال څخه جلا وښيي.
زه به په دې ليكنه كې له كتاب څخه يو څو صحنې راوباسم او له دې لارې به لوستونكي ته نوكى اّسانه كړم چې تر ژباړلو پورې يې خپله تنده په ماته كړي.
د كتاب په سرليك كې پېريان د استخباراتو په مفهوم كارول شوي دي.
ملټن بيرډن Beardan چې په اسلام اّباد كې د امريكا د مركزي استخباراتو CIA د څانګې مشر و (1986_1989) پر كوماندان احمدشاه مسعود باندې شكمن شوى و، په دوو دليلونو: يو دا چې مسعود پر ) برتانويانو( ګران و او بل دا چې يوه بې اعتمادي هم پاتې وه او هغه دا چې مسعود په كال 1983م كې له شوروي قواوو سره د جنګ د متاركې معامله كړې وه(.
د پاكستان د عسكري استخباراتو په شان، بيرډن هم په دې اند و چې مسعود د افغانستان په شمال كې له شوروي قواوو سره \""يو بې اعلانه ډزبند\"" رامنځته كړى و. بيرډن په دې عقيده و چې مسعود \""په سياسي لحاظ خپل مقام ټينګاوه\"" په داسې حال كې چې د ISI اسلامي مشتريان د شورويانو پر ضد په \""سخته\"" جګړه كې اخته وو (ولولئ: سټيوكُل Coll، مخونه 150، 184)... دلته ما (زيرك يار) ته هغه معلومات را په زړه شول چې يوه بل تكړه امريكايي څېړونكي بروس ريچارډسن Richardson يوولس كاله وړاندې په كال 1993م كې په جهاد كې د مسعود د رول په اړه وړاندې كړي وو او په اسلام اّباد كې CIA د مامور بيرډن له معلوماتو سره سر خوري. ريچارډسن ليكي چې د شوروي پوځ يو افسر چې پټ نوم يې ويكټور سووروف Suvorov و، لويديزې نړۍ ته وتښتېد او په كال 1984 كې يې په يوه مركه كې وويل: \""د مجاهدينو يو تكړه كوماندان غوره شوى دى چې د شوروي اتحاد د ګټو استازولي وكړي. هغه به د عسكري او اقتصادي مرستو له لارې حمايه كېږي او سربېره پر دې د شوروي استخباراتو ټوله همكاري به ورته رسېږي. د هغه رول به دا وي چې خپلو خلكو ته به اتل وي، په داسې حال كې چې زموږ لپاره به د دوه اړخيز ايجنټ په حيث كار كوي.\"" سو وروف زياتوي چې \""دغه پلان دومره پټ دى\"" چې د شوروي اتحاد او د افغانستان د خلكي رژيم \""ډېر لوړ رتبه مامورين به پرې هم خبر نه شي.\"" (د اقتباسونو لپاره ولولئ:
Richardson \""Historicl Briefs
III \"", Afghanistan Mirror, Nr.30, February-March 1993, p.17).
په پاكستان كې د CIA د څانګې مشر بيرډن اتلس كاله وړاندې د كال 1986 په جولاى كې اسلام اّباد ته ورسېد_دا نژدې هغه مهال دى چې بن لادن هم خپله كډه له سعودي عربستان څخه پېښور ته بار كړه. دا هغه وخت دى چې جهاد په ډالرو كې( لامبو وهي ). په كال 1981 كې د امريكا كانګرس په خپله پټه بودجه كې د خپلو استخباراتو CIA لپاره نژدې دېرش (30) مليونه ډالر منظور كړل چې په افغانستان كې پرې خپل پروګرام وچلوي. په كال 1984 كې دغه ډول بودجه نژدې دوه سوه (200) مليونو ډالرو ته جګه شوه. په كال 1986 كي نژدې څلور سوه اويا ( 470 ) مليونو ډالرو ته لوړه شوه او يو كال وروسته په كال 1987 كې لا پسې وپړسېدله يانې تقريباً شپږ سوه دېرش (630) مليونو ډالرو ته وختله. (ولولئ: سټيوكُل، مخونه: 65 او 151).
داسې برېښي چې واشنګټن به په افغانستان كې د وسله وال جهاد له بري څخه اندېښمن شوى و او د دغې اندېښنې تر اغېز لاندې به يې نورې لارې چارې لټولې وي؟ د امريكا د مركزي استخباراتو په ملاتړ ميلټن بيرډن د CIA لپاره ( د مستقلو افغان ايجنټانو او كوماندانانو د يو اړخيز استخدام [جال] ارت كړ.) يو اړخيز په دې مانا چې د پاكستان عسكري استخبارات به په دغه موضوع نه خبرېږي. د ذكر شويو اشخاصو مياشتنى معاش د شلو (20) او سلو (100) زرو ډالرو تر منځ و، ( كله ناكله به زيات و.) كوماندان عبدالحق هم د CIA د يو اړخيز معاش په جال كې پرېوتلى و. خو كله چې يې د افغانستان په سياست كې د پاكستان د عسكري استخباراتو د انحصار پر ضد ( چغه لوړه كړه ) او د خپل شخصيت لپاره په تبليغاتو ( متمركز شو )، په اسلام اّباد كې د CIA د څانګې مشر ميلټن بيرډن ( قهرجن شو ) او د ( خورا ډېر اتباري او ميسر كوماندان ) عبدالحق معاش يې قطع كړ. د CIA فعاليت ادامه لرله چې ( په نېغ ډول ) احمدشاه مسعود ته پيسې او تداركات ورورسوي. ( د CIA يوه اړخيزه مرسته مسعود ته لومړى ځل په كال 1984 كې رسېدلې وه.) (ولولئ: سټيو كُل، مخونه: 151 او 168). د افغانانو د معاشونو لپاره به د امريكا مركزي استخباراتو د حوالې سيسټم كاراوه.
ګيري شرون Gary Schroen ", ( امر صاحب ) او پخوانى پاچاد پېريانو په جنګونو كي
13,سورغرتوخى,"
دکندهار والي يوسف پښتون تېره ماښام دملګرملتو ددفتر له مشرانو او دانتخاباتو ددفتر له مشرانو، په کندهار کې دکانديدانو له نمايندګانو او له ګڼو ژورناليستانو سره په دې اړه غونډه وکړه .
ده په خپلو خبرو کې دلومړى پړاو دسرته رسيدو مبارکي وړاندي کړه ،چې دده په وينا په ټول زون کې په خورا امينت سره خلکو درايه اچولو کاټونه واخيستل او ده هيله وکړه چې په همداسي خير اوخيريت سره به دوهم پړچې درايه اچول دي هم په بري سره سرته ورسيږي .
دانتخاباتو دمشر ډاکتر همايون په وينا دوى دټول زون وهغو سيمو ته چې درايه اچولو سايټونه په کې خلاصيږي خپل نفر او لوژيستکي مواد رسولي دي
وروسته دکانديدانو نمايندګانو خبري وکړي دوي له والي نه مننه وکړه چې دوى په پوره امينت سره دخپلو کانديدانو په اړه کارونه کړي خو له هيڅ مشکل سره نه دي مخ شوي .
والي ژمنه وکړه هر هغه څوک چې داريه اچول په ورځ له تخلف نه کار واخلي دى به په خپل ټول قوت دهغه مقابله کوي او دټولو سيمو لپاره به پوره امنيت نيسي او تر دامهال دده په وينا ٥٠٠٠ پنځه زره نفره ساتونکي په ښار او ولسواليو کې دامينت لپاره موږ په کار ګومارلي دي چې ده ښه وړ امنيت په راوستلو کې برخه اخلي او په معروف ،شاوليکوټ،شوراوک،ارغسان کې به ايتلافي ځواکونه هم دامينت په چارو کې برخه واخلي
",دانتخاباتو لومړى پړاوتېر مازيګر پر ٦ بجې پاى ته ورسيد
14,,"
",
15,,"
(بي بي سي ): په داسي حال کښي چې امنيتي ستونزې په افغانستان کښي د ولسمشرۍ د ټاکنو په وړاندي يوه جدي ننګونه ګڼل کيږي، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزيرعلي احمد جلالي واي ، د ملي پوليسو، ملي پوځ او نړيوالوسوله ساتو او ايتلافي ځواکونو په مټ به دغه ټاکنې تر ډيره حده پورې په خوندي ډول تر سره شي. د ده په وينا د سلو زرو نه زيات پوځيان به په درست افغانستان کښي د راي ورکونې د نږدې پنځه ويشت زرو مرکزونو امنيت خوندي کړي.
",د ټولټاکنو په وخت به د سلو زرو نه زيات پوځيان د امنيت لپاره وګمارل شي
16,سورغرتوخى,"
ښاريان په خورا خوښۍ تالاشي ورکوي
دکندهار ښار نن تر سختو امينتي تدابيرو لاندي دى،ددولتي پوليس په وينا دو ى هڅه کوي چې دسبا ورځي لپاره چې درايه اچولو لومړۍ او ورستۍ ورځ به وي دډاډمن امينت په راوستلو کې بريالي شي .
دکندهار په اړه ډېرى سياسي کتونکي په دې اند وچې امينت وضعه به يې ښه نه وي خو نن دولتي ساتونکي دښار په هر واټ او کوڅو کي ليدل کيږي . او په ښار کې دپخوا په پرتله ګڼۀګونۀ خورا کمه ليدل کيږي دولتي سرتيري په ښار کې په چټکى سره ګزمي کوي ،او دښار خلک دسباورځې لپاره دډاډمن امينت هيله لري .
خو په داسي حالت کې چې ګام پر ګام تلاشي خلک ستړي کړي دي خوبيا هم خلک خوشحاله ښکاره محمديونس دنوي ښار اوسيدونکي په دې اړه دبينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل :"" داتلاشي او دامنيتي تدابير ټول زموږ لپاره کيږي چې په سبا ورځ مو کوم هيوادوال په کومو امينتي پيښو کې خوږ نه شي .
دکندهار اونوروولايتونو او دکندهار دولسواليو ترمينځ تټرانسپورټي لړې هم بنده ده .
په ښار کې موټر ،او موټر سايکل په کلکه بنددي او پر ټولو هغو ځاينونو چې درايه اچولو لپاره سيټونه په کې خلاصيږي دلسو په شاوخواساتونکي ولاړ وي .
دزرغونې انامنځنۍ ښوونځۍمخې ته ولاړساتونوکي چې دتيارسى په حالت کې ولاړدي لېدل کيږي.
",دکندهار ښار نن تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې دى .
17,سورغر توخى,"
ټولنيزه ناپيلې پنځلس ورځنۍ خپرونه . مسئول مدير: عبدالاحدترابي _مرستيال : عبدالحميد ترابي .
لاندې ليکنه له نوموړې جرېدې څخه.
تر انتخاباتو وروسته د(ملي نهضت ) پلانونه
زمرى افغان / کندهار
کندهار په دې وروستيو کي د اولسمشرۍ د ټولټاکنو لپاره د کانديدانو د پلويانو له خوا خورا د لاريونونو او غونډو مرکز ګرځېدلى دى. ښايي د کندهار په تاريخ کې به په دومره لږو ورځو کې دومره پر له پسې لاريونونه او غونډې نه وي شوې.
خو موږ له نورو په څنګيږو او يوازي جمهوري رياست ته د کانديد يونس قانونې پر ګوند چې ((ملي نهضت)) نوميږي يو څه رڼا اچوو.
دا ګوند له نن څخه دويې اونۍ وړاندي د نوي ښار په سيمه کي ميرويس روغتون ته نږدې پرانيستل شو، خورا ګڼه ګوڼه په کښې وي، چې ډېر ىکسان په کي راټول وي او د يونس قانون لپاره کمپاين چلوي. پنځه ورځي وړاندي يې د کندهار پوهنتون څلوېښت محصلين راجلب کړي وو. يونس قانوني چي کله راغى نو همدې محصلينو خورا ښه رول ولوباوه، د خلگو له راجلبولو بيا د سټېج تر وياندويي پورې يې ټولې چارې پر مخ وړلې. وروسته بيا همدې ګوند (نهضت ملي) نوموړو محصلينو ته (2500) دوه نيم زره ډالر ورکړل چې محصلينو ته دا شمېره خورا ډېره ښکاره شوه ځکه په ژوند کې يې د لومړي ځل لپاره دومره مرسته تر لاسه کوله. دا چې دوى د دې مرستې له امله په احساساتو راغلي وو، نو يې له همدې دفتر سره د همکارۍ په نيت له يونس قانون او د هغه له مشاور سره ومنله چي د رايي اچولو په ورځ به د نظارت دنده تر سره کوي.
وروسته د الله يار له خوا، چي د يونس قانوني مشاور دى ورته وويل شول چي تاسو به د ټول وخت لپاره زموږ سره کار کوئ، موږ غواړو تر دې انتخاباتو وروسته د ((مسلمان مجاهد)) په نوم يو نوى ګوند جوړ کړو د دې لپاره به تاسو ته يو دفتر جوړوو، هغه به پر کمپيوټرنو برسېره نوري د موټر او انټرنيټ اسانتياوي هم ولري. په دې کي به تاسو د ځوانانو لپاره کار کوئ دا چي تاسو ځوانان ياست نور ځوانان هم ښه جلبولى شئ.
محصلينو هم په جګه غاړه ورسره ومنله چي دا کار به خامخا کوي او تل به د يونس قانوني ملاتړي وي.
",په کندهار کې ١٥ ورځنۍ پښتو جرېدې په خپرونو پيل وکړ
18,سورغر توخى,"
دامنيتي پوليسو په وينا داتوغندي دکندهار ښار ته ليږدول کيده.چې دوى ديوه پټ راپور پراساس چې مخکې ورکول شوى وه ،نيولي دي .
له دې ټانکر سره چې په توغنديو بار وه درې نفره هم نيول شوي دي چې دامهال دکندهار په هوايي ډګر کې له ايتلافي ځواکونو سره تر تحقيق لاندې دي .او له دې پيښې سره دکندهار امنيتي تدابير نورهم ټينګ شوي دي او درګرده په ښار کې ګزمې کيږي .
ددامنيتي پوليس په وينا داتوغندي له پاکستانه څخه دکندهار په لورراوړل شوي دي .
",دبولدک او کندهار ښار پر لويه لاره امنيتي پوليسو يو ټانکر توغندي ونيول
19,,"
(بي بي سي ) : په داسې حال کښي چې افغانستان سبا د شنبي د ورځي ټاکنو ته ځان چمتو کوي، په کابل او جلال اباد کښي د توغنديو بريدونه شوي دي. د کابل ښار دديپلوماتانو د اوسيدو سيمه هم په لږيدلو ځاينو کښي وه.
خو په افغانستان کښي د ناټو تر مشرۍ لاندې نړيوال امنيتي ځواکونه او د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونه او ورسره افغان امنيتي چارواکي واي چې د بشپړې تيار سۍ په حالت کښي دي. او پر خلکو يې غږ کړي چې په ډاډ سره د راي اچونې ځايونو ته ورشي. ملګري ملتونه واي چې د ټاکنو په اړه هر څه له پلان سره سم په مخ روان دي.
",په کابل او جلال اباد کښي د توغنديو بريدونه
20,,"
",
21,,"
",
22,,"
",
23,,"
",
24,بېنوا فرهنګي ټولنه,"
د بېنوا فرهنګي ټولني
او ښکلا مجلې د ادارې پيغام !
د ښکلا دوې مياشتنۍ ټولنيزي خپروني درنو او قدرمنو لوستونکو !
سلامونه مو ومنئ ، خدای موتل خوښ او سرلوړي لره .
د بېنوا فرهنګي ټولني دوې مياشتنۍ خپرونه (( ښکلا )) دوه کاله مخکي د لومړي ځل لپاره په هيواد کي دننه ، اروپا ، امريکا ، او کاناډا کي لوستونکو او مينه والو ته ورسيده . تر هغه وروسته د بېنوا فرهنګي ټولني د کارنده غړو او د ( ښکلا ) مجلې د مسئول چلوونکي ښاغلي عبدالقديم پتيال ، اوډونکي عبدالجبار ترنګ ، د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار او همدا ډول بهر ميشتو استازو په پوره هاند او هڅو تر يوولسمي ګڼي پوري راورسيده ، په برياليتوب سره يې د نړۍ په ګوټ _ ګوټ کښي د ښکلا هر مينه وال ته ورسول ، د هيواد د ليکوالو ، شاعرانو ، اديبانو ، او افغاني کلتور او فرهنګ د مينه والو پاملرنه يې ځانته واړول ، له سيميزو مطبوعاتو نيولې بيا تر نړيوالو مطبوعاتو پوري يې ستاينه وشوه ، ښه راغلی ورته وويل شو ، چا تبصرې پر وکړې ، چا نيوکي ، چا وستايل ، چا په بې نومه راليږلو ليکونو کي کښي وښکنځل ، خو بيا هم د ښکلا بازار هماسي تود پاته شو ، او لا يي نور هم دمينه والو په زړونو کښي ځای پيداکړ . د بېنوا فرهنګي ټولني هر غړی له دې کبله وستايل شو چي د افغانستان په امکاناتو ، د کندهار په شرايطو کښي چې کله له کابله دطالبانو او القاعده مرکز بلل کيږي ، او دلته د کندهار او زابل په غرونو کښي ورته طالب شازلمي ؟ پر بريتونو لاسونه ورته تيروي ، خو ، ښکلا نه يوازي داچي چا له پښو وا نه چول ، بلکي لا ښکلي شوه او لا وځليدل . په دې وروستيو کښي په هيواد کي دننه تر ولايتونو اوولسواليو پوري ، د اروپا تر ګوټ _ ګوټ نه نيولې تر امريکا ، کاناډا او همدا ډول تر استراليا پوري يې په سلګونو ګڼي ورسيدلې ، زموږ د حساب ( تيلفوني ډاډګيرنو ) له مخي بايد اوس د ښکلا لسمي او يوولسمي ګڼي په هيوا کي دننه او بهرنۍ نړۍ کښي دهر لوستونکي تر کوره رسيدلې وي . د ښکلا د مينه والو له خوا موږ ته د ښکلا د رسيدني د ډاډګيرنو پيغامونه موږ ته يو ځل بيا خوښي راکوي ، او دا خوښي مو نور هم په دې لاره کښي د هر ډول ستونزو او سختيو لپاره کلک او پياوړي کوي !
خو په داسي حال کي همدا اوس _ اوس د ښکلا مجلې ددوهم کال شپږمه ګڼه (( دوهمه کال ګڼه )) چي د هيواد د ډيرو درنو او نومياليو ليکوالو په په ارزښتناکو مرکو ، ليکنو ، او ... تر نورو ټولو تيرو ګڼو ښکلې ده ، تر نورو ټولو ګڼو يې ارزښتناکي ليکني ډيري دي ( ځکه د بېنوا فرهنګي ټولني د پنځو مياشتو نه را په دې خوا د کال ګڼي لپاره کار کاوه ، اوغوښتل يې چي هيوادوالو له هر لحاظه يوه بې جوړې (( ښکلا )) ډالۍ کړي ) ، په مطبعه کي تر چاپ لاندي ده . دچاپ خرڅ يې د اوس لپاره د بېنوا فرهنګي ټولني له واکه وتلی دی . خو دا ګڼه به هم په همدې څو ورځو کښي په لوړ تېراژ له چاپه راوزي ، هماغسي چي د ټولني هر تنکي غړي يې په مينه کار کاوه ، په هماغسي تنکۍ مينه او ځانګړې ښکلا به له چاپه راوزي . خو موږ خپلو درنو لوستونکو ته په داسي حال کي چي اوس يې هم بايد دويلو اړتيا نه وای پيدا شوې ، يو عذر وړاندي کوو !
له هيواد څخه بهر ټولو هغو دوستانواو د ښکلا مجلې درنو لوستونکو ته کوم چي په تيرو دووکالو کښي يې بېله دې چي د ښکلا ګډون وکړي ، ښکلا په خپلو کورونو کښي تر لاسه کړېده ، په خورا عاجزي دا عذر کوو چي د اوس لپاره بېنوا فرهنګي ټولنه دومره توان نه لري چي دغو درنو او قدرمنو ته ښکلا دمخکي په شان په وړيا توګه ور وليږي . خو بيا هم دا ژمنه کوو چي که خدای پاک بېنوا فرهنګي ټولني ته بيا وس ورکړي ، هڅه به وکړي چي په سلګونو نه بلکي په زرګونو هيوادوالو ته هغه که دنړۍ په هره برخه کي وي دښکلا هره نوې ګڼه ور وليږي . ځکه همدغه درانه دوستان وه چي په خپلو بې شانه همکاريو ، او ارزښناکو ليکنو يې ښکلا _ ښکلا کړه .
په هيواد کښي دننه تر اوسه پوري په زيات شمير لوستونکو ته په وړيا ډول ورکول کيده ، خو اوس له هغوی نه هم هيله کوو چي ښکلا په ډيره مناسبه بيه رانيسي ، د ښوونځيو زده کوونکي او د پوهنتونونو محصلين يې د سند په وړاندي کولو سره په نيمه بيه تر لاسه کولای شي .
بهر مېشت هيوادوال کولای شي د کلني ګډون بيه په ليږلو سره د ښکلا ګډون ( اشتراک ) وکړي ، او د ښکلا هره نوې ګڼه دخپل کور پر پته تر لاسه کړي .
موږ ستاسو د اسانۍ لپاره د ښکلا مجلې ګډون پاڼه په همدې پاڼه کښي ځای پر ځای کړيده ، همدا اوس د خپل ملي ژبي ، او افغاني کلتور سره خپل ملاتړ وښياست ، د ښکلا ګډون پاڼه له همدې پاڼي چاپ ( پرنټ ( کړئ ، ډکه يې کړئ ، او راويې ليږئ ، تر څو بېنوا فرهنګي ټولنه وکولائ شي سر له همدې ځانګړې ګڼي ( دوهمه کال ګڼه په ٢٧٠ مخونو کي ) ستاسو د کور پر پته در وليږي ، دا چي تاسو د نړۍ په کومه برخه کي اوسيږئ ، پروا نشته ، د ښکلا اداره مکلفيت لري چي ښکلا د ښکلا تر ګډون کوونکي پوري په ډاډمنه توګه ور ورسوي .
يادښت : که تاسو هم د ښکلا سره مينه لرئ ! دلته کليک وکړئ ،ګډون پاڼه چاپ ( پرنټ ) کړئ .
په درناوي
د ښکلا مجلې مسول مدير عبدالقديم پتيال
بېنوا فرهنګي ټولنه کندهار ( افغانستان )
",د ( ښکلا ) خبري ...............
25,غني خان,"
ای زما وطنه ! دلالونو خزانې زما
ستا هره دره کي دي دتورو نښانې زما
زه ېم ستا دخاوري ته زما دمېني جوړه يې
ته می دغېرت اودپښتو رنګېني جوړه يې
ته مي دنېکه او دبابا دويني جوړه يې
ستا زړه کی وېدې دي ټولي تللی زماني زما
ای زما وطنه دلالونو خزاني زما
سترګي می لوګي شه ستا دخاورو دکورونونه
عقل می اېرې شه ستا دپاره دفکرونو نه
ځارسمه قربان سم ستا دغرونو دسيندونونه
ستا هره دره کي دي دتورونښانې زما
ای زماوطنه دلالونو خزانې زما
ستاعزت چه نه وي زه به نوم او عزت څه کړمه
ته چه خوار او زاريې زه به خوب اوراحت څه کړمه
ستاسرچه ټېټ وي نوبه زه شان اوشوکت څه کړمه
مسته به دي خاوره کړم په ويني مستانې زما
ای زماوطنه دلالونو خزانې زما
ېاخوبه دی سيال کړمه وطنه دجهان
ېابه ستاپه پښوکي توری خاوري کړم دا ځان
زه به دړي وړي سم خوتابه کړم ودان
نريمه پښتون ېم تاته ياد دی افسانې زما
ای زما وطنه دلالونو خزانې زما ",ای زما وطنه د لالونو خزانې زما
26,,"
خيبر ټلويزيوني چينل د بېړني خبر ( برېکنګ نيوز ) تر سرليک لاندي ليکي دي چي د ملا عبيدالله اخند په ږغ کښي د ملا محمد عمر اخند پيغام د ټيپ د کسيټ له لاري ورته رسيدلی دی ، په پيغام کي خپله ملا محمد عمر اخند خبري نه دي کړي ، دا چي ملا عبيدالله اخند هماغه د طالبانو د دولت پروخت د دفاع وزير ملا عبيدالله اخند دی او که نه ددې سپينول اسان کار نه دی ، ځکه د طالبانو د اسلامي امارت په وخت کي هم چندان چا د ملا عبيدالله اخند ږغ له مطبوعاتو له لاري نه اوريد .
د ملا محمدعمر اخند په نوم پيغام اوريدلو لپاره دلته کليک وکړئ ،
په دې اړه د ډيرو مالوماتو لپاره دلته کليک وکړئ
. ",د ملا عبيدالله اخند په خوله د ملا محمدعمر اخند پيغام
27,ليکنه حبيب الله غمخور / د عکسونو ټاکنه عبدالله احسان,"
",که شپه تياره ده خومڼې په شمار دي
28,,"
",
29,,"
",
30,,"
",
31,,"
",
32,,"
",
33,,"
",
34,,"
",
35,,"
",
36,,"
",
37,,"
",
38,,"
",
39,,"
",
40,سورغر توخى,"
تېره ماښام پر اته بجې دکندهار والي يوسف پښتون ديونماما ،انتخاباتي دفتر اوپه کندهار کې يې دامنيت دمشرانو په ګډون يو مطبوعاتي کنفرانس جوړکړى وه .
په دې کنفرانس کې يوسف پښتون دهغو درېو کسانوپه اړه چې تېره ورځ يې له يوه ټانکر سره چې دپاکستان له لارې دکندهار پر لور له چاودېدونکوو موادوسره نيو ل شوي وه وويل :""دادرې کسه چې تېره ورځ موږ نيولي دي او دوى يو ټانکر کندهار ته راوسته چې په هغه کې چاودېدونکي مواد وه دوى غوښتل په دې موادو دلته چاودنې رامنځ ته کړي ،چې دملي اردودپوليسو له خوا کشف او ونيول شول دې درېو کسانو په خپلو تحقيقاتو کې دامنلې چې دوى پاکستاني طبعه دې او دوى دامهال په هوايي ډګر کې له ايتلافي ځواکونو سره دي .
",دکندهار چارواکي وايي هغه درکسان چې پرون يې په ټانکر کې چاودېدونکي موادراوړل پاکستانيان وه.
41,,"
(بي بي سي ): نن د افغانستان وګړي د ولسمشرۍ په ټاکنو کښي لومړنۍ خپلې راي اچوي او د خپلې خوښې کانديد ته به راي ورکوي. د ولسمشری په ټاکنو کښي اتلسو کسانو ځان کانديد کړي دي چې يو په کښي ولسمشر کرزي دي. په ټول هيواد کښي پنځه ويشت زره د راي ورکونې مرکزونه جوړ شوي دي. او په ګاونډيو هيوادونو ايرن او پاکستان کښي به هم افغان کډوال وکولي شي خپله راي ورکړي. د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي بي بي سي ته ويلي دي چې د راي ورکولو په ټولو مرکزونو کښي د ډاډ وړ امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي.
د افغانستان په بېلابېلوسيمو کښي د راي ورکونې بهير ډير ښه پر مخ روان دي چې د نارينه و تر څنګ ډيري ښځي هم ليدل کيږي. د دي په څنګ کښي کلکه انديښنه دا ده چې د راي ورکونکو د ګوتو نه رنګ ژر بيرته تلې شي. او د ا امکان ډيريږي چې يو تن خپله رايه څو واره وکاروي.
",په افغانستان کښي د راي ورکولو بهير پيل شوي دي
42,سورغر توخى کندهار,"
سهار پر اوه بجې په ټول افغانستان کې داريه اچولو بهير پيل شو خو په دې ټولو کې جنوب لوېديځه حوزه دامنيت له پلو ښه نه اټکل کېده .خو برعکس له امنيتي انديښنې پرته دالړى پاى ته ورسېده .
په کندهار کې دلوى احمدشاه بابا په ليسه کې دنارينو درايه اچولو په مرکز کې په ٦٠ دقيقو کې ٢١٥٨ نفرورايه واچوله ،همداسي په ټول ښار کې داريه اچولو پر مرکزونونارينه او ښځېنه راټولې وي په راتلونکې کې يې دخپل هيواد اوخلکو لپاره دښه برخليک او دخپلې خوښې کانديد لپاره رايه استعماله وله
زابل ،پکتيکا ،روزګان او هلمند هم هغه ولايتونه دي چې په دې ورستيو کې يې امينت ښه نه بلل کېده.،خوپه دې ټولو سيموکې ټولوهغو خلکو چې کاټونه اخيستي وه خپل کاټونه دخپلې خوښې کانديدانو ته ورکړه او دوى بيله کومي انديښنې خپله رايه استعمالوله .
اوس پنځلس دقيقې واړندې په کندهار کې دانتخاباتو ګډکميسون دفتر خبر ورکړ چې نور دابهير پاي ته ورسيد خو هغه څوک چې په ليکو کې ولاړ وي هغه کولاي شي چې خپله رايه واچوي .
",په کندهار ،زابل ،روزګان ،هلمند او پکتيکا ولايتونوکې بې له کومې امنيتي انديښنې د رايه اچولو لړۍ پاي ته ورسېده .
43,,"
بى بى سى
په افغانستان کې د د ولسمشرۍ د لومړنيو ټاکنو سمبالو نکو افغان او د ملگرو ملتونو چارواکو د ټاکنو د ځنډولو لپاره د ځېنو کانديدانو غوښتنې رد کړې او ويې ويل چې د ټاکنو ځنډول به په زرگونو خلک د رايه ورکولو له خپل حق څخه بې برخې کړي. دوى دا غوښتنه بې ځايه وبلله . د حامد کرزي مخالفو پنځلسو کانديدانو له هغه وروسته ټاکنې بې اعتباره وبللې چې په هغه رنگ کې چې د درغلۍ د مخنيوي په نيت د رايه ورکونکو د گوتو د په نښه کولو لپاره کاريدۀ ستونزې څرگندې شوې. ",د ټاکنو د ځنډولوغوښتنې رد شوې
44,,"
په کندهار کي نن سهار دوې لارۍ څو ټنه بمونو بار د کندهار هوايي ډګر سره څېرمه په داسي حآل کي چي د ښار خواته رواني وې نيول شوي دي ، ددې دوو لاريو سره دوه کسه چي افغانان دي نيول شوي دي ، په ګرديز کي په يوه کرولا موټر کي بمونه ځای پر ځای شوي وه نيول شوي دي ، په جلال اباد کي دوه تنه چي د ځان وژني د مرګ په نيت يې په ځانونو پوري بمونه تړلي وه نيول شوي دي ، په لوګر کي طالب وسله والو او دولتي کسانو لخوا نښته شويده ، ويل کيږي چي دغه کسانو په يو ه کور کي غونډه کوله چي خبر يې دولتي ځانګړو کسانو ته رسيدلي او بيا په ساعتونو له دوی سره جګړه شويده ، په دې پېښه کي دواړو خواوته مرګ ژوبله اوښتي ده ، همدا ډول په کابل کي د مخالفينو سره په نښتو کي دري کسته اعتلافي سرتيري زخمي شوي دي ، په کنړ کي شپږ توغندۍ راتوغول شوي دي ، يوه يې د رايي اچوني ددفتر څنګته مښتي ده خو زيان يې نه درلود ، همدا ډول نوري توغندۍ هم دولتي ودانيو ته نږدې نښتي دي ،د نن ورځي د رايي اچوني په بهير کي په ټول افغانستان کي يوه رايي اچوونکي ته هم د سرزيان نه دی رسيدلی ، او رايي اچوني په برياليتوب سره پای ته رسيدلي دي .
",د نن ورځي مهيمي امنيتي کشف
45,,"
څرنګه چي تيره شپه هم په کابل کي د سيرت په کور کي ځينو کانديدانو غونډه کړي وه ، دوی نن پريکړه وکړه ، ويي ويل چي ټاکني نور مشروعيت نه لري ، او پريکون ويي اعلان کړ . خو ټولټاکني پرټاکلي وخت په برياليتوب سره پای ته ورسيدې .
",دوستم ، قانوني ، او سيرت پريکون اعلان کړ
46,,"
تيره شپه په ارزګان کي د طالب وسله والو لخوا پر اعتلافي قواوو بريد وشو ، او ددې سره سم امريکايي قواوو پر هغه سيمه بمباري وکړه ، او ويل کيږي چي طالبان وايي چي ټول اته کسان يې په جګړه کي وژلي دي ، د ناوي په سيمه کي يو ستونزه پېښه سوي ده خو لا تر اوسه مالومه نه ده ، دومره ويل کيږي چي د ارزګان والي دې پيښي ته کسان ليږلي دي ، د امريکايي بمباريو په پايله کي حمله کوونکي طالب وسله وال کسان وژل شوي د ي، او همدا ډول ويل کيږي چي ١٤ تنه عامه وګړي چي په هغه کي ماشومان هم وژل شوي دي . په کندهار کي هم نن د د رنګ په کارولو کي بي ايماني شوې وه ، خو دا کار د ١٠ بجو په شاوخوا کي کشف شو او مخه يي ونيول شوه . ويل کيږي چي درنګونو په کارولو کي په بې ايماني کي شمالي ټلواله او د هغوی کانديدان لاس لري .
",په ارزګان کي تيره شپه بريد شوی وو او د کندهار خبرونه
47,,"
او په کنړ کي رايي اچوني په برياليتوب تر سره شوي دي، په کنړ کي هم ترانسپورټ د نورو ولايتونو په شان بند وو ، د ښار او ولسواليو په لارو کي دپوليسو موټرونه په ګزمو بوخت وه او تګ راتګ يي کاوه ، ويل کيږي چي په کنړ کي هم دځينو ولسواليو او ښار په لارو کي يو نيم ځای بمونه ځای پر ځای شوي وه ، چي پروخت د امنيتي کسانو لخوا کشف او له منځه يووړل شوه ، تيره شپه د کنړ پر يوه سرحدي ولسوالۍ اووه راکيټونه توغول شوي دي ، همدا ډول د کنړ په يوې بلي ولسوالۍ کي دوه راکيټونه توغول شوي د ي ، ويل کيږي چي دوه راکيټونه د يوې ښوونځی شاوخوا مښتي دي ، خو ځاني زيانونه يي نه دي اړولي .
د کنړ ولايت د نشه ګان په سيمه کي بمي چاونه شويده ، په دې کي هم ځاني زيان نه دی رامنځته شوې ، خو ويل کيږي چي د سيمي خلک په دې خپه وه چي د شيدو غواوي يې وژل شوي دي ، دوی وايي چي که حآمد کرزی ټاکني وګټي دوی ته به د غواوو په تاوان کي امريکايي غواوي ورکړي .
دکنړ وګړي په خورا خوښي اومينه د ټولټآکنو رايي اچوني ته روان وو ، او خپل کارتونه يي کارولي دي ، په کنړ کي د ښځو شمير بد نه وو ، او ويل کيږي په زيات شمير ښځو په رايي اچوني کي برخه واخښتله .
",په کنړ کي ٣٥٠ کيلو ګرامه چاوديدونکي نيول شوي دي
48,,"
په کابل کي ديوناما دفتر ويلي دي چي په افغانستان کي د رايي اچوني د وخت ځنډول به په هيواد کي د وګړو نه ددوی د رايي اچونو حق اخستل وي ، دوی کانديدانو او رايي اچوني ته ډآډ ورکاوه چي د رنګ په کارولو کي ستونزه په څېړل کيږي ، او د يوناما دفتر ټولو افغانانو ته خبر ورکاوه چي همدغه مو د هيواد د راتلونکي ټاکنو ورځ ده ، خپله رايه واچوی اوخپله رايه په پوره اطمينان واچوی ، په دې کې به هيڅ ډول درغلۍ نه کيږي ، ويل کيږي چي ټاکني په ډيرو سيمو کي تر ٤ بجو وروسته هم پر مخ رواني وې . ",په کابل کي د يوناما اعلاميه
49,,"
د لغمان څخه په راغليو خبرونو کي ويل کيږي چي د رايي اچوني بهير په خورا خوښي او ازاده فضآ کي تر سره شوي دي ، په لغمان کي د هيڅ ډول خطر خبر نه دی ورکول شوي ، ويل کيږي چي په لغمان کي دولتي چارواکو او د يوناما په ګډون نورو موسساتو د خلکو سره د رايي اچوني په برخه کي مرسته کړيده ، همدا ډول د لغمان له ځينو ولسواليو نه هم بېنوا ويبپاڼي ته په رسيدلوخبرو کي ويل کيږي چي په زيات شمير نرينه او ښځينه وګړو په رايي اچونه کي برخه لرل ، او دوی په ډيره مينه په لويو کتارونو کي د رايي اچوني دڅآنګو مخي ته راټلول شوي وه .
",په لغمان کي په برياليتوب د رايي اچوني بهير پر مخ لاړ
50,,"
نن په ايران اوپاکستان کي هغو کسانو کوم چي د رايي اچوني کارتونه يي اخستي وه خپلي رايي وکارولي ، په دې دوو هيوادونوکي د رايي اچولو بهير په عادي توګه پر مخ بيول کيده ، خو د کنترول کار يې دومره ځانګړی نه وو ، لکه دننه په هيواد کي ، دا چي په ايران کي به د ټولټاکنو په صندوقونو څه کيږي ، او يا به صندقونه څنګه او چيري شميرل کيږي ، لږ خبرونه خپاره شوي دي .
",په پاکستان اوايران کي افغان کډوالو رايه واچوله
51,,"
د کندهار ښار د رايي اچوني په هره څانګه کي په سلګونو سلګونو کسان په خورا مينه په کتارونو کي ولاړ وو
د ولسمشرۍ ټاکنو د رايو لپاره روان وګړي په نوو جامو ښکلي ښکاريدل ، او ډير خوشاله وو
نن چه دشنبې ورځ د ميزان ١٩ نيټه چه داکتوبر دنهمې سره سمون خوري ، اوس د ماسپښين ٢ بجې دی ، دافغانستان په تاريخ کی دا لمړې ځل دی چه دولس مشر دټاکلو لپاره نارينه اوښځينه رايه ورکوونکې په ډلو ډلو د رايو صندوقونو ته ورځي ، دکندهار په تاريخی ښار کښې ټول ورځنی کارونه په ټپه دريدلي دي او خلګ او ښځې په ډيره خوشحالي درايه ورکولو مراکزو ته ځي ، په ټولو مراکزو کې ډيره ګڼه ګوڼه وه ، هرې خواته ځوانان ، زاړه او ښځې ليدل کيږې ، درايه ورکولو په مراکزو کې امنيتې تدابير په دير ښه ډول نيول سويدی ، داسی معلوميږې چه ټول دکارټ درلونکې په خاصه مينه برخه اخلې ، کله چه څوک خپله رايه په صندوق کې اچوی نو ډير دخوښې احساس کوې ، او دا فکر کوی چه لوی ملې مسوليت يی سرته رسولې دی . په کندهارښار کی دښځو برخه اخيستنه واقعا د ستاينې وړ ده ، دښځو شميره دتوقع خلاف بيخي ډيره زياته ده ، دکندهار چارواکو ټوله اسانتياوی د امنيت لپاره برابری کړی دی ، دطبې عاجلو خدماتو لپاره امبولانسونه او داطفايی موظفين پوره امادکې لری دملې بسونه په وړيا توګه درايه ورکوونکو په چوپړ کې دې . تر اوسه هيڅ کومه د انديښنی وړ کومه حادثه نه ده پيښه سوی . کوم څه چه ما ته مهمه ښکاره سوه هغه دعوامو علاقه او مينه درایو اچولو لپاره وه ، خلګ دومره علاقمند وه چه دمعين وخت نه دمخه درايو اچولو مراکزو ته راغلې وه ، داسې په ډلو ډلو راروان وه ته به وايی چه داختر لمانځه ته روان دې.
د رايي اچوني څانګي مخته ولاړ رايه اچوونکي
تر کندهار دباندي سيمو کي هم د ښځو شمير په ډيره لوړه اندازه وو
د رايه اچوني له څانګي څخه راروان وګړي
په کندهار ښار او ولسواليو کي په زرګونو تنو ښځو په رايه اچونو کي ونډه درلوده
",په کندهار کي د رايي اچوني بهير ته کتنه
52,د استاد عبدالروف بېنوا شعر,"
غلی شانته انقلاب
نسيم ووې د ګل غوږ کي ، بدل شو د يارانې ر نګ
غلی شانته انقلاب دی ، بدلوي د زمانې رنګ
*********
ورسره نوي رنګونه رنګارنګ تحولونه
کړي سمسور به راغ رغونه
موسم بل دی هم بل شوی ، د بلبل د ترانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
********
دړي وړي زوړ رباب دی زوړ مطرب خانه خراب دی
زوړ اهنګ د روح عذاب دی
نوی ساز نوی اواز دی ، هم شو نوی د نغمې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
********
نوی دام نوی صياد دی نوی چل نوی بيداد دی
نوی اۀ نوی فرياد دی
هوښياري صيد لره بويه ، بدل شوی ددانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی ، بدلوي د زمانې رنګ
*******
لري نوي محبسونه نه يو سرای نه يوه خونه
حبسوي لوی هيوادونه
چي بندي پرې نه پوهيږي ، دا سي شو د زولانې رنګ
نوی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
********
طلايي جام کښي د دور شراب زهر دي په دور
نوشيدل يې غواړي غور
ای سرمست زلميه پام کړه ، بل راز شو د ميخانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
********
سره واوښتل قومونه ويښ خبر شول له ژوندونه
د ويدو شوه وران کورونه
ګوره کله به شي نوی ، د پښتون د کاشانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
*************
",غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
53,پوهنوال رسول باوري,"
سلام فرهنګي ټولنه په هيواد کي د اولسمشرۍ لپاره د ټولټاکنو د بهيرپه بري پای ته رسيدلو په اړه، ټولو هيوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .
افغانانو يوځل بيا خپل هوډ او هيله د ټولوټاکنو په ستره ننداره ګاونډيو هيوادونو او ټولي نړۍ ته په ډاګه کړه چي :
1 : افغانان د نورو غرضي لاسوهنو پرته په خپلو کي د ورورۍ ، انساني کرامت او ډيموکراسۍ پر بنسټ ، تر هر بل ارزښت او هري بلي اړيکي د خپل هيواد ملي ګټواوارزښتونو پالنه او درناوۍکوي ؛
2 : افغانان که په مالي او اقتصادي برخه کي د پرله پسې 25 کالو جګړو له وجي ناتوانه شوي ، خو د سياسي ځيرکتيا په هغه پړاو کي دي چي د خپل هيواد په ټاکونکو ګړيو کي په پوره سر ښندنه او بيله ډاره د خپل هيواد او د خپلو ملي وياړونو تر څنګ ودريږي ؛
3 : افغانانو دا څرګنده کړل چي د خپلو ستونزو د حل لپاره سوله ايزي هڅي ، سياسي ډيالوک او ملي ګډون د بهرنيانو د هر ډول ناروا لاسوهنو پرته ، غوره کړيدۍ .
4 : او افغانانو دا هم څرګنده کړل چي په هيواد کي توپکيان او د توپک زيږنده شخصيتونه او دهغو اړوند ذهنيتونه ځای نه لري يوازي به د هغه بهير ملاتړ کوي چي د ملت او اولس رايو ته پاملرنه اوهغو ته د لومړيتوب حق په کښي برملا وي .
سلام فرهنګي ټولڼه په دې باور ده چي : افغانانو په خپل هيواد کي داولسمشرۍ لپاره د ټولټاکنو بهير چي د ديمکراسۍ ستره او لومړنۍ ازموينه وه ، داسي په برياليتوب تر سره کړل چي هوښيارتيا او تدبير ته يې يوځل بيا نړۍ هک حيرانه پاته شول . اوس د راتلونکي ټاکل شوي مشرتابه دنده ده چي د دموکراسۍ دا بهير د افغانانو د بنسټيزي غوښتني په څير ومني اود لاسوهني پر ته يې پر له پسې وساتي او دټول هيواد منل شوۍ دود يې وګرځوي .
په پای کي يوځل بيا تاسو ټولو هيوادوالو ته د دې ستر جشن د بري مبارکي وايو .
تل دي وي افغانستان او افغان نوميالۍ اولس
د سلام فرهنګي ټولني مشرتابه جرګه ګۍ ",ټولو هيوادوالو ته په وياړ او سرلوړۍ مبارکي وايو
54,سورغر توخى,"
دافغانستان لپاه دملګرو ملتونو دمرستندويه دفتر وياند ښاغلي مانول دوالميد اسلواديوي خبري غونډې په تر څ کې ويلي دي :"" دافغانستان دجمهوري رياست دټاکنو لپاره دنو م ليکني په بهير کې په مجموعي ډول ١٢ تنه چې دوه يې بهرنيان وه وژل شوي دي ،او ٣٠ تنه نو ر ټپيان شوي دي .
",دنوم ليکنې دپروسې په اوږدو کې ١٢ تنه وژل شوي دي
55,حبيب الله غمخور ( مالمو سويډن ),"
د روان کال د تلې د مياشتې اتلسمه نېټه زموږ د هېواد د سياسي برخه ليک ټاکلو تاريخي او نه هېرېدونکې ورځ وه.
افغانانو بې له توپير څخه چې په کوم قوم، ژبې، مذهب او منطقې پورې تړاو لري پخپل دومره پياوړي، عالي او ډله ايز ګډون سره چې نر او ښځې جوپې جوپې د رايې ورکلو ځايونو ته ولاړل وښودل چې دوی د دا څو لسيزو کورنۍ جنګ جګړو او ټوپکسالاريو څخه ستړي شوي ؤ او غواړي د سوله ايزې او ډيموکراتيکې لارې خپل برخه ليک پخپله وټاکي.
ددې ټولو اندېښنو او سوالو سره چې د انتخاباتو د بهير د سرته رسېدو په هکله موجود وه چې ټولټاکنې به په امن ترسره شي او کنه؟ افغانانو پخپل بې ساري ګډون سره ټولو نړۍ والو ته له يوې خوا د ټوپک له لارې د واک د ترلاسه کولو سره خپل نفرت څرګند کړ او له بلې خوا يې دا وښودل افغانانو هر وخت کله چې د ملک سرنوشت د سوال سره مخامخ شوی دی په يوه اتفاق د وطن او خپلواکۍ نجات ته وردانګلي دي.
افغانانو ته دا جوته شوی چې دا ٢٥ کلنه جګړه يوازې د څوکۍ د ترلاسه کولو پر سر ؤ ځکه يې په انتخاباتو کې په زياته خوښۍ برخه واخيسته او خپلې مېرمنې ته يې، چې ډېرو فکر کاوه د کور څخه د وتلو اجازه به ورنکړي، له ځانه سره بوتلې او اجازه يې ورکړه چې د يوې غيرتمنې مور، خور او لور په توګه د خپلې پاکې خاورې او مورني ټاټوبي د سياسي برخه ليک په ټاکلو کې برخه واخلي، او نړۍ والو ته دا څرګنده کړي چې افغانان نر او ښځې هم ددې جوګه شول چې خپل اولسمشر پخپله وټاکي.
کله چې د راډيو ګانو له لارې د رايو ورکوونکو په هکله راپورونه خپرېدل ځينو د خپل نظر د څرګندولو په وخت کې د خوښۍ څخه ژړل او دا يې ويل : (( موږ افتخار کوو چې ددې جوګه شوو چې د نړۍ د نورو هېوادونو د اوسېدونکو پشان راتلونکي اولسمشر ته په رايې ورکولو سره آزادۍ او ډيموکراسۍ ته هم رايه ورکړو او خپل برخه ليک پخپله وټاکو.))
افغانانو پخپل دغه ملي تکل يو ځل بيا د لوی احمدشاه بابا او ميرويس نيکه شمله جګه کړه او د غازي امان الله خان او مېرمن ملالې روح يې په قبر کې خوښ کړل.
د راتلونکي اولسمشر ملي دنده ده چې د افغانانو دغه غوڅ ملي غبرګون او پاڅون ته د داسې ملي پروګرامونو او سياستونو په پلي کولو سره ځواب ووايي ترڅو په پايله کې يې افغان اولس له ټولو بدمرغيو او اقتصادي ناخوالو څخه خلاص او په آزاده او ډيموکراتيکه بڼه د رايو ورکولو دغه پيل په يوه ملي او قانوني عنعنه بدل شي.
وياړ او افتخار په بيدار او هوښيار افغان اولس.
حبيب الله (( غمخور))
د سويډن څخه د خپرېدونکي نوې هيلې د مجلې مسئول مدير
مالمو ــ سويډن د تلې ١٩ (د اکتوبر١٠) ",وياړ په افغان مېړني ولس
56,ولي شا طبيب ( کندهار _ افغانستان ),"
د ولي شا طبيب ليکنه / کندهار
دميزان دمياشتي اولسمه شپه وه ، سړه شپه وه ، اسمان وريځ وو ، ستورو سترګک نه واهه او دګرد او غبارنه ډک ساړه بادونه تاويدله ، ټول ويده سوې وه ، يوازی زه ويښ وم ، د شپې يوولس بجې وې ، زړه مې راته وويل چه ياره سبا خو ددفتر دتلو انديښنه نه سته ، او د ولسمشر دټول ټاکنو لپاره به په ارامه دسهار پر نهو يا لسو بجو ورسم ، اوس به يو ساعت نور هم راډيوواورم ، خو پسله څو شيبو د پخوا په شان بيده سوی وم او راديو دمعمول په شان چالانه پاته وه . کله چه د سهار سپين واله ښکاره سوه ، تيارې خپلې لمنې ورو ورو ټولوولې ، راپورته سوم ،نسبتا سړه ورځ وه ، اودس او دلمانځه وروسته مې بړستنه بيا پرځان راتاوو کړه ، زه لا تود سوی نه وم چه دکوټې ور راوټکول سو ، ورولاړ سوم ور مې خلاص کړ زما سپين ږيری بابا ولاړ وو ، زه حيران سوم چه نن څرنګه بابا دکوټې وره ته ولاړ دی ، بابا پاک کالی اغوستی وه او خپله نوې شنه پګړۍ يي په سروه ، ماته دا احساس پيدا سو نه چه اختر وې او بابا بيا داختر دلمانځه لپاره کوټه په کوټه ګرزې او موږ راويښوې چه ځانونه تيارکړو ،نه نه داختر ورځ نه وه ،ساعت ته مې وکتل ، مخکی تردې چه بابا نه وپوښتم چه خيردې وې ، خو بابا وار دمخه کړ وويل راځه ژر سه وروڼو ته دې خبر ورکړه هلکان هم بيداره که چه څو رايه ورکړو . اوه ، پوه سوم چه دميزان ١٨ نيټه ده ، دولسمشرۍ دټاکنې ورځ ده ، بابا ته مې وويل ښه دی بابا ته يوه پياله چای وکه زه هم دروزم ، بابا وويل نه نه چای به وروسته وکو ، ماهم دبابا خبره ومنله ، خپل دوه زامن مې دخوبه راپاڅول او وروڼو ته مې هم هلک واستاوه ، بالاخره په څو شيبو کښې زما وروڼه ، زامن او دخور زامن تيار سوو و، او دکوره راووتو او د نژدې ټول ټاکنې مرکز ته چه په يوه دولتې تعمير کې وو رهې سو، بابا ديوه جېب نه لاس ايستې او په بل جيب يی ننيستی ، ورنه پوښتنه مې وکړه بابا څه شې پسې ګرزې ، په داسې حال کې چه کارت يی دجيب نه راوايستې موږ ټولو ته يي وويل چه هلکو کارتونه خو مو نه دې هير سوی ، موږ ټولو کارتونه راوايسته او بابا ته موښکاره کړه .
زما سره انديښنه وه چه دومره وختې به دټول ټاکنې کارکوونکې راغلې وی ؟ او ايا خلګ به صندوقونو ته راسې ؟ په همدې انديښنو کې ډوب ومه چه يوه ډله ځوانان مې وليدل ، چه په ډيره خوښحالې روان وه ، ما فکر وکړ چه ممکن دوی د رخصتي په خاطر خوشحاله دې او يا دشپې يو ځای ميلمانه وه او يايي بانډار کړې دی اواوس کوروته روان دې ، نه داسې نه وه هغوې دټولټاکنو مرکز ته روان وو ، وروسته مې ډيري ډلي دځوانانو او مشرانو وليدلې چه روان وه ، کله چه سړک ته راووتوو نو ګڼه ګوڼه نوره هم زياته ته سوه ، او ټول د رايوورکولو مرکزونو ته روان وه ، دخلکو بهير نور هم ډيريده ، هغه لاره چه ښوونځۍ ته روانه وه ډلې ډلې ښځی می وليدلې ، چه دښوونځۍ خواته روانې وی ، هيڅ مې نه ياديږي چه په دی شمير ښځې په شين سهار دکورونو راووزې ، عجبه راته ښکاره سوه دهرچا په چهره کې دخوښی او غرور نښې دورايه ښکاريده ، کله چه موږ د رايی اچولو مرکز ته ورنژدی سوو دومره زياته ګڼه ګوڼه وه چه دشمير نه زياته وه ډير خلګ په شين سهار راغلې وه او دټول ټاکنې دمرکز دروازه کې په انتظار ولاړ وه چه خپل دخوښې کانديد ته رايه ورکړې ، کله چه مې دا غښتلې خلګ وليدله ، ځان راته وړوکۍ او بد وايسيدی او هغه وختې راغلې خلګ چه هغه دخلکو خبره سهار مردان راغلې وه دځانه مې لوړ او ښه وبلل ، او ورته می افرين ووايه . موږ څه وخت ودريدو خو خلګ دومره ډير وه چه که تر غرمې هم ودريږو نوبت به نه ورسيږی ، بابا وويل چه بل مرکز ته به ورسو ، تقريبا شل دقيقې وروسته بل مرکز چه په يو ښوونځۍ کې جوړ سوی وو ، ورغلو دلته دهرې ټولګۍ مخ ته درايي ورکوونکو قطارونه جوړ سوې وه موږ هم په يوه قطار کی ودريدو، دماشوم توب ورځې مې راياد سوې چه هره ورځ به په ښوونځۍ کې په قطار دريدلو ، او بيريدلو چه بيا به ښوونکۍ زموږ لاسونه او نوکان ګورې ، په همدې چرتو کې تللۍ وم چه درايی اچولو وارۍ مې راورسيدی ، او پخپلو لاسونو مو خپله رايه صندوق ته ورواچوله ، او په خوښی راستون سوو ، دبابا دسترګو دخوښۍ اوښکی راتوی سوی او دپګړۍ په شمله يی پاکې کړی ،او کورته راستون سولو ، ماته دافغان غيور ملت د دروندوالۍ ، هوډ ، وطنولې اود عالې همت نور پوخ والې هم وسو .
ولي شا طبيب ( کندهار _ افغانستان ) ",د تلي د مياشتي ١٨مه نېټه
57,,"
",
58,,"
",
59,,"
",
60,,"
",
61,,"
",
62,,"
(بي بي سي ): په افغانستان کښي د جمهوري رياست د ټاکنولپاره د خلکو د راټولو شوو رايو ، شمېرنه تر هغه مهاله وځنډول شوه چې د راي اخيستنو په جريان کښي د درغليو په هکله د يو بشپړي څيړنې نتيجه اعلان شوي نه وي. داسي ويل کيده چې د راي شميرنه به نن پيل شي. خو د ټاکنو زيات شمېر مخالفو کانديدانو شکايت کړي دي چې د راي اخيستو په مهال د اوم رنګ نه کار اخيستل شوي دي. د راي صندقونه د افغانستان د ټولو سيمو نه د راي شمېرنې مرکزونو ته د خرو، موټرو او هليکوپترو په وسيله انتقاليږي.
",په افغانستان کښي دټولو شويو رايو شميرنه وځنډول شوه
63,ايمل پسرلي,"
(( يو مزل دوه نړۍ )) د ايمل پسرلي د لنډو کيسو دوهمه ټولگه ده چې د ليکوال ١٦ لنډې کيسې پکې ځاى شوي دي . دغه کتاب په کابل افغانستان کې د داستانونو د دوه مياشتنۍ مجلې له لورې خپور شوى دى . د ايمل پسرلي د لنډو کيسو لومړنۍ ټولگه (( څلورمه لار )) يوولس کاله وړاندې په پېښور کې چاپ شوې وه . دغه دواړه کتابونه د داستانونو له وېبپاڼې څخه ترلاسه کولى شئ . www.dastanona.com
",يو مزل دوه نړۍ
64,,"
",
65,,"
",
66,,"
",
67,سور غر توخى,"
د ځايي اوسېدونکو په وينا د نيمې شپې څخه وروسته يې د درنو او سپکو وسلو ډزې اوريدلې دي .د ننګرهار د سرحدي لوا مرستيال قوماندان ابرار په دې اړه وويلي دي :"" چې پر نوموړې پوسته يو ساعت جګړه شوې خو، دسرحدي پوليسود کلکې دفاع اود ولسوالۍ څخه دنوروکسانوپر وخت وررسېدلو د ورانئ مخه ونيوله.اموموړي زياته کړې .((موږ هغوى تعقيب کړل خو دتيارې او غرونوڅخه په ګټه اخيستنې هغوئ وتښتيدل.))نوموړي د هغوى د شمېر د ښودلو څخه ناخبري وښوده خو زياته يې کړه چې، بريد کوونکي په درنو وسلولکه راکټونو او داشکو سمبال وو، چې د پوستې يو ديوال يې وران کړى او نور څه زيان يې نه دى ",تېره شپه دننګرهار داچين پر ولسوالۍ نامعلومووسلوالو بريد وکړ
68,سورغر توخى,"
د کندهار په يوې٢٠٠ کسيزې غونډه کې چې، دتلې پر ٢١مه نېټه جوړه شوه، دعبدالستار سيرت په مشرۍ په ټولټاکنوکې د پنځلسو کانديدانو د تحريم پرېکړه په کلکه وغندل شوه. په کندهار کي دغلجيو دشورى مشر احمدولي هوتک ووېل:"" دټولټاکنو تحريم يوازې د١٥تنو کار نه دى بلکې دا دټول افغان ولس پرېکړې ته اړتيا لري نو ځکه موږ دافغانستان غلجي اوسيدونکي ددوى داپرېکړه نه منو او په کلکه يي ردوو.
دزابل دخلکوپه استازيتوب ملا عبدالسلام راکيټي دکانديدانو دا پرېکړه چي ويلي يې دي موږ انتخابات تحريموو نه منونکې وبلل او ددوى هغه تورونه يې چې ګواکي په انتخاباتو کي درغلي شوې رد کړل .راکيټي زياته کړه : "" په زابل کې موږ په خپله په دې پروسه کې کار وکړ هيچا هم دغلي نه کړې ده او نه يې کولي وشواى
دکندهار دښځو استازې شاهدې ووېل :"" کله چې کانديدان په دې پوه شول چې دوى له ناکامۍ سره مخ کيږي ، نو ځکه يې د ټولټاکنو دتحريم پريکړه وکړ ه او موږ داپه کلکه ردوو))دې په خپلو خپرو کې په ټينګار سره وويل :""موږ له ملګروملتوڅخه غواړو چې، دافغانانو دې زحمت ته چې په دې لاره کې يې وګالل په درنه سترګه وګوري او دڅو کسانو دشخصي ګټو قرباني کوي دې نه .
",دکندهار اوزابل قومي مشرانود١٥کانديدانو پرپريکړه چې انتخابات تحريم کوي نيوکې وکړې
69,,"
",
70,,"
",
71,,"
",
72,عبدالله احسان,"
١١ اکتوبر ٢٠٠٤ جرمني د کولن ښار :
نوميالي افغان ژباړونکي محمد طاهر کاڼي ته
د استاد بېنوا د ژباړې ډالۍورکړله شوه
په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا، د افغانستان نوميالي ليکوال او ژباړونکي ښاغلي محمد طاهر کاڼي ته ، د يو شمېر مهمو اثارو د ژباړې له کبله، د استاد بېنوا د ژباړې ډالۍ (جايزه)ورکړل شوه.
د دغې ډالۍ سند به په نږدې راتلونکي کې په مسکو کې نوموړي ته وسپارل شي .
دغه ډالۍ د معنوي ارزښت په څنګ کې پنځه سوه ډالره هم له ځانه سره لري .
تر اوسه پورې د ښاغلي کاڼي دغه ژباړل شوي اثار خپاره شوي دي :
_ افغانستان _ زماوروستۍ جګړه
_ کوچنی شهزاده
_ د مسکو ﻻس
_ افغانستان _ له شخصي دوسيې څخه
_ د جرمني امپراتورۍ افغاني جګړه
دغه راز يې يو شمېر نور مهم اثار د چاپ انتظار باسي .
د ښاغلي طاهر کاڼي لنډه پېژندنه :
", د استاد بېنوا د ژباړې ډالۍورکړله شوه
73,سورغر توخى,"
په کندهار کې دانتخاباتو دګډکميسون دوياند عبيدالله بختيالي په وينا نن به په کندهار کې داريه شمېرني کار ځکه نه شي پيل چې درايو دسمون کار وخت غواړي پرون داکار نه شو تر سره نن هم داکار دوام لري .
په کندهار کې درايو شمېرنې لپاره په ورزشي لوبغاړي کې جوړ شوى مرکز
ښځنيه کارکناني درايو پاڼې سمه وي.
ملالۍ کاکړه چې دښځنيه امينت چارې پر غاړه لري
د(u.n) چورلکه چې له ولايتونو نه کندهارته درايو صندوقونه انتقاله وي
د(u.n) چورلکه چې له هلمند ولايت څخه يې درايو صندوقونه راانتقاله وي .
درايه شمېرنې تر مرکز دباندې دملي اردو سرتيري دتيارسى په حالت کې دامنيت دنده پر مخ وړي .
",په کندهار کې رايه شمېرنه سبا ته وځنډېده
74,,"
(آزادي) : د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتو کښي د ښاغلي کرزي يو سيال جنرال عبدل رشيد دوستم نن د انتخاباتو د تحريم خبره بيرته واخيستله. د انتخاباتو راي شمېرنه به د نن ورځي په وروستيو کښي پيل شي او دوستم له دوو نورو کانديدانو سره راضي شو چې د اتخاباتو نتېجې په رسميت وپېژني. د دوستم وياند فيض الله زکي وويل چې دوستم عقيده لري چې انتخابات يوه ستره لاس ته راوړنه ده خو يو شمېر سرغړوني په کښي شوي دي چې بايد په نظر کښي ونيول شي. دافغانستان دانتخاباتود تنظيم د ګډدفتر له خوا ټاکل شوي هيت نن په کابل کښي په انتخاباتو کښي د بې نظميو په هکله غور کوي.
",دوستم د انتخاباتو نتېجې په رسميت پيژني
75,سور غر توخى,"
دافغانستان دجمهوري رياست کانديدانو دنه رضايت بهير لرې شوى دى .جمهوري رياست ته کانديد يونس قانوني ويل دي :"" زه دانتخاباتو بهير نه تحريموم خو هيله ده چې نړيوال استازي به په دې برخه کې دغه موضوع وڅېړي .
ديادولوړده چې مخکې يوشمېر زياتو کانديدانو انتخابات ناسم ګڼلي وه .
کله چې دهيواد په ګوټ ګوټ کې دولس له خوا جرګې او غونډې وشوې ناراضه کانديدان يې په وېره کې واچول ځکه ولسي جرګو او غونډو پر دې ناراضه کانديدانوتورولګاوه چې دوى دهيوادوالو ودغه زحمت ايستلو ته چې نرو اوښځو درايه اچولو مرکزونو ته مخه وکړه ان خپل هغه رواج چې ښځه دباندي نه پريږدي هم شاته کړ او داريو اچولو مرکزونو ته يې سره له خپلو ښځو مخه وکړه اوکانديدانو بيا ددې پر ځاى چې ددې هيوادوالو ده هم دې کار ستاينه اوردوناوى وکړي دتحريم اوواز پورته کړ.
ټولو هيوادولو په کلکه سره ددې کانديدانو غندنه وکړه اوس دهرې ورځ په تېردو سره کانديدان له دې ناررضۍ څخه پر شاه کيږي .چې په دې ورستيو کې يې يونس قانوني يوه پله ژوندۍ بيلګه ده .
",زه انتخابات نه تحريموم خو دموضوع څېړ ل غواړم.
76,,"
(بي بي سي ): په افغانستان کښي د ولسمشرۍ د ټولټاکنو لپاره د افغانستان او ملګرو ملتونو ګډي اداري نن په هيواد کښي د رايو د شمارلو اتو مرکزونو ته د رايو د شمېر امر ورکړ.مګر زياته يې کړه چي يو شمير صندقونه دي د بشپړي څيړني لپاره جلا کړي شي. د رايو شمېرل دټګيو دتورونو له امله ځنډول شوي و. د ولسمشرۍ لپاره اکثرو کانديدانو د راي د نتېجونه د بايکاټ ګواښ کړي و. دوي دغه ګواښ د هغو شکايتونو نه وروسته کړي و چې واي د راي ورکونکو په غټه ګوته باندي لګول شوي رنګ ژر پاکيدي شي. د شکايتونو پلټنه به د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شوي يو پلاوې کوي. ځيني نتېجي به نن وروسته ښکاره شي خو وروستې انځور به د دي مياشتي په پاي کښي راښکاره شي.
",په افغانستان کښي د رايو شمېرنه پيل شوه
77,,"
(بي بي سي ): د متحده ايالاتونو پوځ اعلان کړي دي چې تر اته ويشتو پوري سرتيري يې کيدي شي په افغانستان کښي د دوي په توقيف کښي د دوو زندانيانو د وژل کيدو له امله له د کومي انزباطي سزا سره مخامخ شي. دغه دوه افغانان څه کم دوه کاله وړاندې د بګرام په پوځي اډه کښي مړه شوي و.
",په افغانستان کښي د امريکا اته ويشت سرتيري په جرمونوتورن شوي دي
78,,"
(بي بي سي ) : په افغانستان کښي د روژي د مبارکي مياشتې د لومړي ورځ د لمانځلو له کبله د راي شمېرل د څلرويشت ساعتونو لپاره ځنډيدلي دي. تر دي دمه چي کومې راي شمېرل شوي دي د هغو پايلې ښيي چې ولسمشر حامد کرزي د خپل نورو سيالو کانديدانوڅخه ډيري راي ګټلي دي.
",په افغانستان کښي د رايو شمېرنه د يوي ورځي لپاره وځنډول شوه
79,غرزی خواخوږی,"
د غرزي خواخوږي ليکنه ١٣٨٣ لمريز کال
راتلونکي ورځي د افغانستان د ولس لپاره خورا د ارزښته ډکي ورځي دي ځکه د افغانستان په تاريخ کي د ډيرو سړو او تودو څخه وروسته دا امکانات مساعد سوي دي چي ولس خپل لمړئ انتخابي جمهور رئيس پخپل سوچ او زړه وټاکي. افغان ولس که څه هم د ټول ټاکني سره ندي بلد خو څه نا څه د پخواني ټاکنو يادوني او قصي ور په ياد دي. پيړي، پيړي پخوا زموږ په هيواد کي ولسمشران د ولس لخوا ټاکل کيدل لکه د کوکران په جرګه کي حاجي ميرويس خان هوتک د ملي قائد په توګه د خلګو د منل سوي استازو له خوا غوره سو او يا د شير سرخ په جرګه کي غازي احمد شاه بابا دراني د افغانستان لمړي ټولواک په توګه و ټاکل سو. دغه مهال د ولس ځانګري خصوصيات وفا، صداقت، اعتماد، رښتنتوب او پر خپل قومي مشرانو، ديني عالمانو او سيميز مشرانو باندي برپور باور درلو خلګ پر خپلو خبرو او تړونونو باندي هوډ مند وه، سر ئي ورکاوه خو هيڅ کله ئي هوډ نه ماتاوه. د چاه سره چي ولاړ وه نو د ژوند تر وروستي سلګي پوري به ئي د هغه ملګرتيا کول چي دا خصلت د هر مسلمان لپاره اسلامي وجيبهه ده ميړني افغانانو د خپل هوډسره سم د خپل ولسمشر په امر په لوئ لښکر کښيو کي ګډون کړئ دي او ډير بريالي توبونه تر لاسه کړي دئ، ملي پيوستون او يووالي د هيواد د خلګو په منځ کي کلک ساتل کيدي. ولس ته د بيان حق او په ټولو مهمو پيښو کي د ولس څخه سلا او مشوري اخيستل کيدي چي د دموکراسي اصولو څخه دي جريان درلود، خو د ښکيلاکي پوځونو د افغانستان د نيولو سره د مستبدو او ديکتاتورو په واکمني کي د دموکراسي او بيان آزادي له منځه ولاړه، او په روڼ اندو، ديني عالمانو او د پوهني دوستانو باندي تل مدام کر غيړن بريدونه سوي او د هيواد ډير نوميالي ولسپال شخصيتونه شهيدان سوي، جيلونو ته اچول سوي او يا فرار سوي دي چي د امير حبيب الله خان د واکمني په مهال د لمړي مشروطيت د غورځنګ د مشر شهيد مولوي محمد سرور واصف کندهاري، سعد الله خان او عبدالقيوم خان چي د امير حبيب الله د امر پر اساس پرته د محاکمي څخه د شيرپور په غونډي کي د توپ و خولي ته وتړل او والوزول سول. مولوي صاحب واصف د توپ د تړلو څخه مخکي د کاغذ په يوه کوچني پاڼه کي داسي ليکلي وه: ” په داسي حال کي چي په آمنت بالله و ملا ئکته..... باندي کلک ايمان لرم د امير په امر ووژل سوم. ترک مال و ترک جان و ترک سر در رۀ مشـــروطــه اول منـــزلست“ خو د روڼ اندو غورځنګونه پاي ته ونه رسيدل بيا هم په ډيرو کلکو شرايطو کي سياسي مبارزي دوام وموند او د سراج الاخبار خپرول پيل په (١٩١١ م کال) کي د علامه محمود طرزي په نوښت د استاد عبدالهادي داوي او استاد عبدالرحمن لودين په مرسته د روڼ اندو او ځوانانو لپاره ئي د مبارزي نوئ پړاو پيل کړ چي شهزاده امان الله خان هم د آزادي غوښتونکو ځوانانو سره يو ځاي سو او په پايله کي حبيب الله خان ووژل سو او غازي امان الله خان واک ته ورسيد. غازي امان الله خان د خلګو لخوا پاچاهي ته وټاکل سو چي دا ټاکنه د ولس لخوا کلونه، کلونه وروسته تر سره سوه چي غازي امان الله خان ولس ته په خپل لمړي وينا کي داسي وويل: ”اي د افغانستان لوي ولسه! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وکالت په کابل کي پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوکلاً محتصماً بالله پر غاړه اخلم، کله چي ستر ولس زما پر سر د پاچاهي جوغه کښيښودله ما عهد وکړ چي د افغانستان دولت به لکه د نړي نور مستقل قدرتونه د هيواد په داخل او خارج کي آزاداو مستقل وي، د افغانستان خلګ به د قانون تابع وي، بيګار او نور جبري کارونه به بند وي هيواد به په نړي کي خپل مناسب ځاي و مومي، تاسو به د خپل دين او هيواد په چارو کي ډير هوښيار اوسي او په ټينګه به وطن ساتي، زه تاسي او ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم. “ غازي امان الله خان چي د ټول ولس لخوا منل سوي ؤ ډير ژر ئي د هيواد ملي خپلواکي تر لاسه کړه او بيا د دموکراسي دوري د پارلمان د جوړيدو او په هيواد کي د پرمختيا پروګرامونه تر لاس لاندي راوستل هغه سياسي بنديان چي د امير حبيب الله خان د واکمني په مهال په جيلونو کي وه د بند څخه خلاص کړل، مطبوعاتو چي د دموکراسي د بهير لپاره ډيره غټه ونډه ادا کول پراختيا وکړه او په کابل او نورو ولاياتو کي د ورځپاڼو، اونيزو او مجلو خپرول پيل سول چي د هيواد د ځوانانو په ښوونيزو برخو کي ئي ښه او د قدر وړ برخه واخستله. لويه جرګه دائره سوه او د لمړئ ځل لپاره د افغانستان اساسي قانون تصويب سو او غازي امان الله خان د پارلماني او مشروطه نظام لپاره هلي ځلي کولي خو شر پسند او د پرمختيا ضد کسانو د بهرنيانو په لمسون په هيواد کي تاوتريخوالي را پيل کړ چي د سقاؤ د زوي حبيب الله د بغاوت په پايله اماني دولت نسکور سو او د پوهني او روڼ آندو په اړوند د تياري څخه ډکه فضأ را منځته سوه چي د هيواد د ولسي مشرانو او خلګو په ګډ پاڅون دغه توره دوره ختم سوه او د جنرال محمد نادر خان په ټولواکي کي هم د پارلمان لپاره کار پيل سو خو د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په واکمني کي د اولسي جرګي او د مشرانو جرګي لپاره امکانات را منځ ته سول چي د ولس د استازو لپاره ټول ټاکني صورت وموند که څه هم د هغه وخت دولت په ټاکنو کي د خپلوباور وړ کسانو د برياليتوب لپاره هلي ځلي کولي او د خپل نا خوښي کسانو انتخاباتي پايله په خپله ګټه و څرخوي خو بيا هم د ولس رښتني استازي وتوانيدل چي پارلمان ته لار پيدا کړي چي د ملي شوراي اوومي دوري جريانات زما د دغه خبري ثبوت دي هغه داسي وه چي لوي استاد علامه پوهاند عبدالحي حبيبي د کندهار ولايت څخه د ويښ ځلميانو د ګوند په استازي توب په دي بريالي سو چي په ولسي جرګه کي د کندهار د ولايت د وکيل په توګه ګډون وکړي او د لوي استاد په نوښت په پارلمان کي دموکراسي غوښتوونکي ډله جوړه سوه چي: • د حکومت د بي عدالتيو او فساد ختمول • د ويجاړ هيواد د رغوني او سوکالي لپاره زيار • په هيواد کي د خلګو ويښتيا او د ځوانانو سالمي روزني ته پاملرنه • په هيواد کي د مطبوعاتو او بيان آزادي غوښتني لپاره سياسي مبارزه کوله. د ارواښاد استاد مير غلام محمد غبار، دکتور محمودي او نور پر آزادي مينو پياوړو شخصيتونو نومونه د يادوني ور دي، د پارلماني دموکراسي دغه نوي بهيرته ډير ژر د سلطنتي کورني د پام وړ او ځيني غړو ته ئي د بيري او حيرانتيا باعث سوه. علامه پوهاند حبيبي د مرګ د ګواښ سره مخامخ سو او د هيواد پريښودو ته اړ ايستل سو چي لس کاله ئي په پاکستان کي د مهاجرت شپي سبا کړي. علامه لوي استاد پوهاند حبيبي په هجرت کي د آزاد افغانستان تر سرليک لاندي اونيزه جريده په پيښور کي خپروله چي د آزاد افغانستان د غورځنګ اهداف او هيلي د استقلال ساتنه، ملي آزاد حکومت، د اسلام تر مدنيت لاندي يو مترقي لاري نيول، د ټولو غير اسلامي امتيازاتو لغوه کول او د مساوات ټنګښت د خلګو لپاره، د خلګو لخوا حکومت، د ملي خائنانو محاکمه، د هيواد ملي شتمني بيرته هيواد ته را ګرځول، د ملي اسلامي او مدني احساساتو سره د نوي اساسي قانون جوړول. د اوومي دوري ملي شورا تر زور ځواک لاندي قرار درلود او د ملي، اسلامي، هيلو په اړوند يو شمير وکيلان بنديان سول خو د دموکراسي بهير او د ټول ټاکني لپاره يي ډيره ښه دوره ګنلي سو چي آزادي غوښتونکي او د استبداد ضد هيواد پالان په دي وتوانيدل خپلواک مطبوعات پيل کړي. د خپلواکو مطبوعاتو پيل د ارواښاد فيض محمد انګار په نوښت د انګار جريده چي په (١٩٥٠ م کال) په کابل کي خپره سوه د ويښو ځلميانو د ګوند لمړي نشراتي ارګان ؤ. د وطن جريده چي د ارواښاد مير غلام محمد غبار تر مشري لاندي د علي احمد خروش او وروسته د مير محمد صديق فرهنګ په مديريت خپريده. د نداي خلق جريده چي د داکټر محمودي تر مشري لاندي او د ولس جريده د استاد ګل پاچا الفت تر مشري لاندي د ويښو ځلميانو غورځنګ لخوا خپريده چي دا ټوله ډلييز رسني د ملي شوراه دايمي دوري و انتخاباتي بهيرته ښه رول تر سره کړ که څه هم د دي ټولو خپرونو عمر ډير لنډ ؤ خو د ځوانانو د روزني او سياسي پوهي لپاره ئي ګټوري اغيزي درلودي. خو بيا هم د استبدادي حکومتونو لخوا د روڼ آندو غورځنګو مشران او نوميالي مبارزين ونيول او بنديان سول چي د ويښ ځلميانو د غورځنګ څخه ارواښاد محمد انور خان اڅکزي، ارواښاد عبدالهادي خان هادي، ارواښاد غلام جيلاني خان الکوزي، حضرت محمد يوسف مجددي، مولوي بهرام خان اڅکزي، قاضي عبدالهادي خان، ارواښاد فيض محمد انګار، ارواښاد محمد رسول خان پښتون، حاجي محمد حسن خان، ارواښاد محمد علم بڅرکي، ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي، حاجي خدايدوست شهيد او ارواښاد محمد حسن خان صافي. د کابل روڼ آندو څخه داکټر محمودي، برات علي تاج، سرور جويا، علامه سيد اسماعيل بلخي، سيد حسين مزاري، غلام علي خان قانون، عزيز خان توخي، يعقوب خان، مير محمد صديق فرهنګ، عبدالحميد مبارز، سيد سرور لولنجي، سيد علي ګوهر، محمد ابراهيم، ګلجان وردګ، محمد اسلم غزنوي، ببرک کارمل، داکټر فاروق اعتمادي، استاد يوسف آيئنه، محمد يونس مهرزاده، مير اکبر خيبر، جنرال فتح محمد خان هزاره، داد محمد خان کرنيل او نور د يادوني وړ دي. استبدادي دولت و پارلمان ته د ولسپالو شخصيتونو د ګډون مخنيوي کاوه تر څو چي د ولس ږغ د ولس د رښتني استازو لخوا پارلمان ته خپور نسي، هغه نيوکي چي خلګو پر رشوت خوار وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو باندي درلودي بربنډي نسي نو هغه ډله وکيلان چي د خلګو برپور د اعتماد وړ وه او د هيواد د پرمختيا او سوکالي سره ئي خاصه مينه درلوده ډيرئي د پارلمان دغړي توب څخه بي برخي سوه د بيلګي په توګه: په (١٩٥٢ م کال) کي د ولسي جرګي د اتمي دوري لپاره د کندهار د ښار د لمړي ناحيي څخه علامه اکاډيمسين پوهاند رشاد ځان کانديد کړئ ؤ چي د ټاکني څخه يوه ورځ مخکي د کندهار نائب الحکومه عبدالغني خان (قعله بيګي) دئ وغوښتي ورته وئي ويل چي د وکالت څخه استعفأ ورکړه نو علامه پوهاند رشاد په ځواب کي ورته وويل چي عبدالغفور خان خروټي (٥١) رائي وړي دي او زما (١٠٠) راي دي زه څنګه استعفأ ورکړم؟ چي سبا يي په ټاکنه کي علامه رشاد تر ټولو ډيري راي ګټلي وي خو حکومت دوي بدخشان ته فراره کړه او عبدالغفور خروټي ولسي جرګي ته ورسيد. د دموکراسي لسيزه: په (١٩٦٣ م کال) کي سردار محمد داود خان د صدارت له چوکي څخه استعفأ ورکړه او داکټر محمد يوسف د حکومت جوړولو ته د اعليحضرت محمد ظاهر شاه لخوا وګمارل سو او دي لمړي صدر اعظم ؤ چي د سلطني کورني څخه د باندي په دغه چوکي د پاچا لخوا غوره سوئ ؤ او د ډاکټر يوسف کابيني هم د پخوا په شان داسي وزيران درلودل چي و سلطنتي کورني ته وفادار او د ملت سره په پلمو او چمو چليدل. د ډاکټر يوسف خان د کار په مهال د نوي اساسي قانون جوړيدل ډيره مهمه پيښه ګڼلي سو، نوي اساسي قانون د روڼ اندو او لوړ زده کړو لرونکو ځوانانو لخوا د نړي والو معيارونو او زموږ د هيواد د اسلامي او ملي دودونوسره سم جوړ او په لويه جرګه کي تصويب سو د نوي اساسي قانون پر اساس چي په ملي دموکراسي باندي ولاړ ؤ او د دولتي اداراتو لخوا د عامو خدماتو چاري په وړيا توګه پرمخ بيول پيل سو. که څه هم د سياسي ګوندونو قانون نه ؤ تصويب سوئي خو سياسي ګوندونه په هيواد کي منځ ته راغلل چي چپ ګوندونه اسلامي ګوندو نه او ولس پال ګوندونه پکښي شامل وه او د خپلواکو ورځپاڼو، اونيزو او مجلو خپرونه هم پيل سوه چي: د پکتيکا، مساوات، کاروان، خلق، افغان ملت، ګهيځ، ملت، پرچم، روزګار، جهبه ملي وحدت، شعله جاويد، پيغام امروز، ترجمان، شوخک، کومک ، الماسک او نوري په کابل کي خپريدي چي د دموکراسي په لسيزه کي غونډو او لاريونونو ته حق ورکړل سوئ ؤ چي په ولسي جرګه کي پر صدر اعظم او وزيرانو نيوکي کيدي او د وزيرانو پر چاروباندي د شورا کميسيونونه جوړ سو ل د دموکراسي د محمدهاشم ميوندوال د صدارت په موده کي ډيره ښه وده وکړه. ميوندوال صاحب له خپلي کابيني څخه د سلطنتي او محمدزي د کورنيو غړي وايستل، د هيواد د لوړو زده کړو لرونکي شخصيتون د يوي ښځي د افغانستان کابينه کي چي (پيغلي کبرا نورزي) په ګدون د افغانستان په کابينه کي ځاي پيدا کړ او صدر اعظم ميوندوال چي د پوهني وزير هم ؤ د پوهنتون، ښوونځيو او د زده کړو نورو مؤسساتو ته ئي ډيره پاملرنه درلوده، د افغانستان حکومت لپاره ئي کړنلاره جوړه کړه او د هيواد د پرمختيا (٥) کلن پلان يي منظور کړ. شهيد ميوندوال د سياسي مبارزي او دموکراسي په اړه داسي نظر درلود: ”زموږ په هيواد کي دموکراسي بايد خپلواکه وي تر څو چي خلګ وتوانيږي چي د بيري او خطر پرته پخپل چاپيريال کي په هوسائي سره ژوند وکړي، د بيان حق چي د هر انسان مسلم حق دي لکه نور هيوادونه په آزاده او دموکراتيکه توګه ګټه پورته کړي. “ ښاغلي ميوندوال د مساوات په اړه ويل چي: ” مساوات چي اسلامي ټولني يو ډير د ارزښته ډک او لوړ مقام لري چي هر مسلمان بدون د خنډ او ځنډه د بل مسلمان سره برابر دي او چي د خپل حق د ګټه اخستو سره به خپل پټ استعدادونه څرګند کړي او بدون د توپيره په ټولنه کي د خپل استعداد او توان په اندازه ځاي تر لاسه کي. “ ښاغلي ميوندوال د مترقي دموکرات د ګونډ په مشري سره وتوانيد چي د ګوندي حکومت او په پارلمان کي د ګوندونو رول ښه ولوبوي وي خو د سلطنتي کورني د ځيني لوړ شخصيتونو د بهرنيو هيوادونو په لمسون اعليحضرت ظاهر شاه مجبور کړ چي د ميوندوال صاحب حکومت جبراً ړنګ کړي او سردار نور احمد خان اعتمادي چي د روسانو سره يي ښي اړيکي درلودي د صدر اعظم په توګه وټاکي. ښاغلي اعتمادي د حکومت د پيل څخه تر پايه د مترقي دموکرات ګوند او په خاصه توګه د ښاغلي ميوندوال پر ضد فعاليت کاوه او په بهرنيو هيوادونو کي د يو افغان محصل عبدالطيف هوتکي تورونه چــي ګوا کــي ښاغلي ميوندوال د (سي آي اي CIA) سره اړيکي لري، دا خبري د صدر اعظم اعتمادي او د هغه ډلي چي درباري غوړه مالان او ناوړه استفاده کونکي وه د نارو او سرو سره پيل سوي او پراخ تبليغات يي کول، خپله صدر اعظم اعتمادي دښاغلي ميوندوال د ګوند لوړپوړي چارواکو ته ګواښني کولي لکه چي د اطلاعات او کلتور وزارت لوي رئيسان يي د صدارت ماڼي ته غوښتي وو او په خپله وينا کي داسي ويل چي:” زه د هغه لوړ پوړي دولتي کار کونکو اړيکي د ميوندوال سره نسم زغملي او هغه ته وايم چي ميوندوال پريږدي که نه خپل دولتي موقف به د لاسه ورکړي“ چي د ښاغلي اعتمادي د خبرو څخه وروسته ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي چي د اطلاعات او کلتور د وزارت د عامو کتابخانو ريئس او هم د شهيد ميوندوال د مترقي دموکرات د ګوند د مشرتابه شورا سکرتر ؤ په ځواب کي داسي وويل: ”ښاغلي اعتمادي! تاسو د افغانستان د صدر اعظم په توګه دا حق لري چي زما څخه دولتي چوکي چي د رياست ده واخلي خو دا حق نلري چي ما د (٣٠) کلن ماموريت څخه وباسي. ښاغلي اعتمادي! تاسو حق لري چي د دولتي کار په رسمي وخت کي زما د سياسي فعاليت مخ ونيسي خو نسي کولي چي ما د سياسي فعاليت څخه منع کړي زه وياړم چي د ښاغلي ميوندوال ملګري وم، يم او وبه اوسم. زه د دولتي څوکي څخه تير يم خو د خپل ګوند او د ګوند مشر ميوندوال څخه نسم تيريدلي. زما د ماموريت په کلونو کي تاسو غوندي څو صدر اعظمان راغلي او تللي دي خو زه لا تر اوسه د دولت مامور يم تاسو زموږ اخبار مصادره کولاي سي ما او زما ملګري بندي کولاي سي خو زموږ سياسي مبارزي ته د پاي ټکي نسي ايښودلي ځکه زموږ سياسي لار د ولس لار ده او د اساسي قانون پر اساس د افغانستان د ملي ګټو په خاطر جريان لري. “ و ښاغلي اعتمادي ته د دموکراسي په فضأ کي هم د هغه خبري ګراني تماميدي چي يو ريئس ئي د صدر اعظم پر مخ وکړي او دا ئي د ځان سپکاوي ګاڼه. ښاغلي اعتمادي د ټول ټاکني په درشل کي ډير زيار ويست چي د هغه روڼ آندو او سياسي شخصيتونو د انتخابي کمپاين مخه ونيسي چي د ولسي جرګي د ديارلسمي دوري لپاره ئي کار پيل کړي ؤ نو د دولتي لوړ پوړي چارواکو او ولاياتو ته په پټه دنده ورکړل سوه چي په غوړماليو خوږو خبرو، بي بنيادو وعدو، نالوستو او ناتوانو د سيميزو ملکانو چي حق يي د باطله نسواي توپيرولاي وهڅول چي د روڼ آندو او پوه استازو پر مخ ودريږي او ځانونه دي ولسي جرګي ته ورسوي نو ښاغلي ميوندوال چي د غزني ولايت د مقر د ولسوالي څخه ځان کانديد کړي ؤ چي د ولس اکثريت راي د ميوندوال صندوق ته اچولي وي خو د غزني والي او د مقر ولسوال پدي نه توانيدل چي د خلګو مخ نيوي وکړي نو د دفاع وزارت د تندر الوتکي په ټيته کچه الوتني کولي تر څو چي خلګ و بيروي او ميوندوال ته راي ور نکړي خو د شهيد ميوندوال د راي صندوق ډک سوئ ؤ او ټولټاکني يي ګټلي وي. والي، د امنيي قوماندان، د محاکمو ريئس په سلا او مشوري سره د محاکمي ريئس د ټولو کسانو څخه وغوښتل چي د کوټي څخه ووځي ځکه دي خپل کالي په دغه کوټه کي بدلوي نو دا کار سرته ورسيد او قاضي صاحب خپلي غير شرعي چاري تر سره کړي او ټولي راي ئي د ښاغلي ميوندوال د صندوق څخه ايستلي وي او ښاغلي ميوندوال بريالي او نه ئي غوښتل چي د ولس د تاوتريخوالي سبب وګرځي ځکه چي سردار عبدالعزيز د غزني والي د خلګو د ځپلو لپاره د مرکز څخه د نظامي پوځونو د مرستي غوښتنه کړي وه. د مترقي دموکرات بل کانديد استاد عبدالروف بينوا چي د هلمند د ولايت د موسي کلا د ولسوالي څخه ځان کانديد کړي ؤ چي د هغه په انتخاباتي حوزه کي هم دغسي پروګرام روان و، کله چي ولس پوه سو چي دولت ناولي هيلي لري نو ولسوالي د موسي کلا ئي کلابنده کړه او دولتي مامورين يي بنديان کړل کله چي کابل ته د تاوتريخوالي حال ورسيد نو سم د لاسه خپله پاچاه پريکړه وکړه تر څو چي پوځي پيښي ونسي. زما په ياد دي چي د باچاه لخوا د تبريکي پيغام د بينوا صاحب په نامه صادر سو او په پټه د موسي کلاه د ولسوالي خلګو ته ورسول سو او خلګ وخپل ورځني ژوند ته بيرته وګرځول سول چي د يو لوي ناورين مخنيوي وسو او ښاغلي بينوا بريالي سو، تر ولسي جرګي ورسيد او خپل سياسي ګوندي کړنلاري يي په پارلمان کي اعلان کړي، ښاغلي بينوا په خپلو خبرو کي د افغانستان د لوي ملت د ويښتوب، ترقي او کاملي دموکراسي په هيله ..... وويل چي ښاغلي اعتمادي ولسي جرګي ته د دي لپاره تشريف راوړي دي چي د ملت له وکيلانو څخه د اعتماد رايه واخلي، خو زه د وکيلانو تر اعتماد د مخه پخپله د دوي اعتماد ضروري ګڼم، چي آيا ښاغلي اعتمادي د تيري دوري د ترخي او ناکامي تجربي باوجود بيا هم پر ځان دا اعتماد لري چي د ملي مسؤليت دا دروند بار پر خپلو اوږو بيا واخلي او د افغانستان د بي سر نوشتو خلګو د سرنوشت واکي پخپلو لاسو کي بيا ونيسي. د ولسي جرګي ديارلسمي دوري چي په هيواد کي د دموکراسي د ودي او پرمختيا لپاره د ښاغلي اعتمادي د هيلو پر خلاف رول ولوباؤ. صدر اعظم په شورا کي د پرچمي ډلي ببرک کارمل، انا هيتا راتب زاد او نور احمد نور څخه ملاتړ کاوه او د اسلامي نهضت او د مترقي دموکرات پر خلاف ؤ. ښاغلي اعتمادي د صدارت په مهال په مطبوعاتو کي چي د اطلاعاتو کلتور وزير داکټر محمود حبيبي وو يو کارتون خپور سو چي د بهرنيو مطبوعاتو څخه کاپي سوي ؤ، کارتون د اسلام و ستر پيغمبر محمد (ص) ته تشبيه سوي ؤ وکيلان را وپاڅيدل او د داکټر حبيبي د سلب اعتماد غوښتنه يي وکړه تر څو چي داکټر حبيبي استعفأ ته اړ سو. صدر اعظم اعتمادي د وکيلانو د نيوکو او اعتراضاتو څخه ډير ستړي سوي او د بلي خوا د سلطنت کورني تر فشار لاندي خپل اعصاب دلاسه ورکړي وه او مجبور سو چي ځان د قرغي د ابو ډنډي ته وغورځوي. ښاغلي اعتمادي د شورا لخوا سلب اعتماد سو نو استعفأ ئي ورکړه چي د صدر اعظم اعتمادي د حکومت مهال د دموکراسي او روحانيت خلاف، د شورا سره ټکر او د هيواد اقتصادي وده او پرمختيا ټپه ولاړه وه. د اعتمادي څخه وروسته ډاکټر عبدالظاهر د صدر اعظم په توګه وګمارل سو چي د ده د حکومت په مهال په هيواد کي وچ کالي راغله، خلګو خپل کوچنيان خرڅول، د بهرنيو هيوادنو څخه غنم او بنګلديشي وريجي د مرستي په توګه راورسيد چي د سياسي ګوندونو او چپ سازمانو لپاره ښه موقع برابره سوي وه تر څو چي د هيواد رنځيدلي ولس يي خپل ګوندونو ته را جذب کړه. داکټر عبدالظاهر د يو کال صدارت څخه چي هيڅ د پرمختيا او وداني چاري تر سره نسواي کړي استعفأ ته اړ ايستل سو. په (١٩٧٢ م کال) کي شهيد محمد موسي شفيق د صدر اعظم په توګه مؤظف سو. ښاغلي شفيق چي د ويښ ځلميانو د ګوند پخواني فعال غړي ؤ او په مصر کي يي خپله لوړه زده کړه پاي ته رسولي وه د دموکراسي او سياسي مبارزينو سره ښه آشنا ؤ په ډير لږ وخت کي يي د افغانستان کورني او بهرني سياست او اړيکو ته سمون ور کړ، د خلګو او د حکومت، د حکومت او پارلمان اړيکي ئي ډيري ښي کړي او د هيواد د ټولنيز او اقتصادي ژوندانه په اړه يي نوي وړانديزونه درلودل. د هلمند د اوبو ناندريز قضيه يي د هيواد په ګټه د ايران سره حل کړه او د يو پرمختللي هيواد لپاره يي د مرستو تر لاسه کولو امکانات لټول چي د روسانو د منلو وړ نه وه نو په وسله والو پوځونو کي د چپي افسرانو تر مشري لاندي د ښاغلي محمد داود خان په قيادت د (١٩٧٣ م کال) د (جولاي) په (١٧) نيټه يو پوځي کودتا وکړه چي پاچاه په روم کي د درملي لپاره تللي ؤ چي دا کودتا سپينه کودتا وه او د سلطنتي کورني ټول غړي ونيول سول چي د عبدالقدير نورستاني (د ترافيکو افسر) په کور کي ساتل کيدل. د جنرال محمد سرور خان نورستاني له خولي چي (پنځه کاله زما سره يو ځاي په ننګرهار او کندهار کي د طالبانو په جيلونوکي بندي ؤ) د ارواښاد سردار محمد داود خان په کودتا کي لاندي افسران د مرکزي کميټي غړي وي. 1. محمد داود خان 2. محمد سرور خان نورستاني د ٤ زغروال لوا د ټولي قوماندان 3. داکټر محمد حسن شرق د صدر اعظم مرستيال 4. متقاعد دګروال غلام حيدر رسولي 5. د ترافيکو مامور عبدالقدير نورستاني 6. سيد عبدل الاله 7. جګړن فيض محمد د کماندو 8. جګړن پادشاه ګل وفادار 9. جګړن عبدالحميد محتاط 10. جګړن غوث الدين فايق 11. جګړن ضيأ 12. جګړن محمديوسف فراهي 13. جګړن مولاداد د جنرال سرور خان نورستاني په قول د سلطنتي کورني غړي به غير د جنرال سردار عبدالولي چي د ارګ حرم سراي ته واستول سول خو سردار عبدالولي په کوټي باغچه کي يواځي ساتل کيدئي، داود خان د هغه سره ډير پخواني خپګان درلود نو سرور خان نورستاني ته ئي دنده سپارلي وه چي د سردار ولي څخه تحقيقات وکړي او جنرال سردار عبدالولي چي په دري او پښتو يي ليکني نسواي کولي نو پوښتنو ته ئي په انګريزي ځواب وايه. د ١٣٤٤ کال د عقرب د ٣ خونړيزي پيښي مسؤليت د سردار ولي هغه په غاړه ؤ نو داود خان د ببرک کارمل په لمسون غوښتل چي جنرال سردار عبدالولي اعدام کړي خو د سلطنتي کورني د غړو په خاصه توګه د مارشال شاه ولي خان په مينځ توب د اعدام څخه پاته سو. جګړن فيض محمد چي د کورني چارو وزير ټاکل سوي ؤ نو ذبيح الله زيارمل پرچمي ئي د کورنيو چارو وزارت د اداري ريئس په توګه وټاکه او هغه ټول ولسوالان او علاقه داران د پرچميانو د ډلي څخه وټاکل. جګړن فيض محمد د خپل کار په پيل کي د پوهنتون استادانو ته چي د تبريکي لپاره ورغلي وه، وويل چي: ” زموږ انقلاب ٣ هدفه لري: ١- د سلطنت نسکورول ٢- د ميوندوال نسکورول ٣- د اسلامي نهضت ختمول“ داود خان چي د پرچمي ملکي او پوځي افسرانو لخوا کلا بند سوي ؤ او د داود خان نژدي دوستان لکه جنرال رسول خان بارکزي، محمد ارسلان سليمي وردګ، جنرال خان محمد خان مرستيال او نور ليري ځيني ساتل کيدل. د مسلمانو هيواد پالو شخصيتونو په خلاف دسيسي جوړيدي تر څو چي په (١٩٧٤) کال ښاغلي محمد هاشم ميوندوال، ډګر جنرال خان محمد خان د دفاع وزير مرستيال، ډګر جنرال عبدالرزاق خان د هوائي مدافع قوماندان، تورنجنرال ګلبهار خان ځاځي د هوائي او مدافع قوماندان، تورنجنرال نيک محمد سهاک، تورنجنرال محمد رحيم ناصري، ډګروال ماما زرغون شاه، ډګروال سيد امير، ډګروال کوهاټ، تورنجنرال عبدالسلام ملکيار، جنرال عبدالجبار ملکيار، حاجي الله نظر خان دستو خيل د ملي شورا وکيل، مولوي سيف الرحمن شينواري، جنت خان غروال، حاجي الله ګل، حاجي حنان ځاځي، محمد عارف شينوار او نور ونيول سول، د تحقيق هئيت چي صمد اظهر، نصرالله عمرخيل، فاروق يعقوبي، رسول اتمر، عبدالباقي پتک، قطره او عبدالله همکار وه چي دا ټول د ببرک کارمل ملګري او پرچميان وه. عبدالصمد اظهر چي د تحقيق مسؤل ؤ ډير تند برخورد کاوه، ميوندوال صاحب ئي شکنجه کاوه، ميوندوال صاحب چي د پوښتورګي او کلمي عمليات ئي کړي ؤ او تل مدام يي درملو ته اړتيا درلوده نو صمد اظهر په پښتورګي کي لغته ورکړه او ځاي په ځاي شهيد سو خو سبا د راديو او په مطبوعاتو کي داسي ناندري خپري سوي چي ګواکي ښاغلي ميوندوال ځان د نيکتائي سره ځړولي دي. بيا خان محمد خان مرستيال حاجي عارف شينواري او نور اعدام سول. د داود خان استبدادي او ديکتاتوري په هيواد کي دموکراسي خلاف عمل کاوه، ټولي خپلواکه ورځپاڼي، اونيزي او مجلي خپريده يي معطل کړه او غونډي، لاريونونه او ټولني يي د قانونه خلاف وګڼلي يو توره دوره يي پيل کړي وه چي ولس د بيري څخه ږغ نسواي پورته کولي. په هيواد کي د کار امکانات نه وه مساعد نو ځوانان د هيواد څخه بهر ته د کار پيدا کولو لپاره په بي قانونه توګه تلل. سابقه لرونکو پوه او د تجربي خاوندانو مامورينو ته جبراً تقاعد ور کړل سو او يا به يي د انتظار په بست کي شپي سبا کولي، پوځي جنرالان ئي تقاعد ته سوق کړه او ځوان افسرانو ته يي لوړي پوځي دندي په برخه کړي چي د وروستيو کودتاوو او بدلونونو سبب سول، د هيواد ډير نامتو او پوه روحانيون او د اسلامي نهضت غړي ئي ونيول او په جيلو کي يي واچول. وطنپالو او د ملي ګټو پلويانو د ښاغلي محمد داود خان څخه هيله درلوده چي د استبداد څخه لاس و اخلي او د دموکراسي په رڼا جمهوري نظام جوړ کړي خو د چپيانو په لمسون ئي د نظامي د يکتا تور په توګه يو ګوندي سيستم (ملي غورځنګ) را منځ ته کړ چي لوړپوړي وزيران، دولتي کارکونکي او پوځي جنرالان او افسرانو پکښي ګډون درلود چي په پوځ کي سياسي فعاليت پيل کړ چي دا د افغانستان د پوځ د تباهي پيل ؤ. د ملي غورځنګ غړي چي ډير ئي د خلق دموکراتيک ګوند غړي وه او داود خان ته وفادار نه وو د خپل ګوند لپاره د قدرت نيولو مهال لټاوه او ورځ په ورځ ئي نفوس په اردو کي ډيريدئي. د ملي دفاع وزير ډګر جنرال غلام حيدر رسولي چي د دفاع د وزارت د سمبالولو استعداد او لياقت ئي ندرلود پر خلقي او پرچمي پوځيانو باندي اعتماد درلود او د ځان غوښتني سره ئي د بادشاهي خوبونه ليدل. استخباراتي اداره هم د خلګو دموکراتيک ګوند د غړو په لاس چليده. د خلګ دموکراتيک ګونډ د روسانو د هاند تړلي مترقي انقلابي تيوري چي د کارګر طبقي تش په نامه مبارزاتو د مخکښو په توګه ګڼل کيدي چي زموږ په هيواد کي نه فابريکي وجود درلود او نه صنعتي کارګرانو، پر پوځيانو باندي سياسي کار پيل سره هغوي د کارګر طبقي مخکښان وبلل د پوځيانو په لاس کودتا د ثور د غميزي پيل و ګرځيدل. دموکراسي او ټولنيز عدالت تر سرليک لاندي د يو ګوندي د يکتاتوري پيل د ولس د زغملو وړ نه و، ولس د برنتي په ډول پوځيانو او ګونديانو په لاس پوري وتلي و چي د هغوي احساساتو څخه ډک فعاليتونه د هيواد د اسلامي او دوديز ژوند څخه ليري وه او په لاس پارول کيدل چي پاڅون وکړي او د نوي دولت پر خلاف سي چي ډير ژر ولس پاڅيد او د جهاد او جګړي لاريي غوره کړه، روسانو مستقيم د خالت پيل کړ او د خپل پوځ په لاس يي افغانستان ونيو، ډير ژر افغانستان د دوه لويو قدرتونو په مخامخ پوځي لوبه کي او د نړي د مدرني وسلو د ازمايني ډګر سو، د نړي دګوټ ګوټ څخه مسلمانان د جهاد لپاره افغانستان ته راغلل. افغان ننګيالي او پر هيواد مينو ځوانانو د هيواد د ساتني په جهاد کي په ميړاني او د ځان جاريدلو سره د روسي ښکيلاک ګرو ته ماتي ورکړه او خپل زمريتوب يي يو وار بيا په تاريخ کي په زرينو کرښو وليکه د روسانو له وتلو وروسته امريکا او نورو لويديځو هيوادونو افغانستان لولپه پريښود. د ثور غميزي څخه چي د نور محمد تره کي، حفيظ الله امين، ببرک کارمل او نجيب الله د نا قانوني واکمني چي دموکراتيک نظام په نامه ياديده خو د يو ګوند حاکميت ئي پر هيواد چلاوه که څه هم په وروستيو کلو کي څو فرمايل سوي ګوندونه چي د روس د ((کي جي بي)) لکه حزب اسلامي مردم افغانستان د قاري عبدالستار سيرت تر مشري، د انصار الله ګوند د مولوي خادم تر مشري، نهضت ملي افغانستان د جنرال سرور خان نورستاني تر مشري، حزب رستګاران ملي د پوهاند محمد اصغر تر مشري، حزب عدالت دهقانان د عبدالحکيم توانا تر مشري، سازمان زحمتکشان افغانستان د بشير بغلاني تر مشري، د پلار وطني ملي جهبه د عبدالرحيم هاتف تر مشري، د ځوانانو سازمان د فريد مزدک تر مشري، سازمان سر تا سري زنان د ثريا پرميکا تر مشري او د کارګرانو اتحاديه د عبدالستار پردلي تر مشري لاندي د فعاليت اجازه ورکړل سوه، خو د نا پيلي او خپلواکي نظرئي د ورکولو امکانات يي نه درلود. ډاکټر نجيب الله ملي شوراي چاري بيا پيل کړي خو وکيلان او سناتوران د دولت لخوا ټاکل سوي وه، او د دموکراسي د لوبي لپاره په کاريدل، ولسي جرګه به نه وه خبره، يو وزير د سلب اعتماد څخه پرته ليري کيده، هان تر صدر اعظم ډاکټر حسن شرق تر مشري پوري چي د پارلمان دراي اخستو په غير يي لري کړ. د ژينوا لوظنامي له مخي ډاکټر نجيب الله دولتي واکمني د ملګرو ملتو لخوا غوره سوي ډلي ته بايد سپارلي واي خو د خواشيني سره د شمال نوي ائتلاف (دوستم، نادري، مومن، مسعود او مزاري) تر منځ جوړه سو او د ملګرو ملتود سرمنشي خاص استازي بنين سوان پروګرام لاهو او په ټول هيواد کي د پوځيانو او مجاهدينو تر منځ ائتلاف صورت وموند او کوڅه په کوڅه جګړي پيل سوي. د کابل ښار او نور ولاياتو مرکزونه لوټ سول، په پيښور کي د مجاهدينو شوراي په دي ونه توانيده، چي د هيواد واک تر لاسه کړي. پوهاند حضرت صبغت الله مجددي واکمني مهال چي دوي مياشتي وي او د واکمني سيمه يي د (٢-٣) کيلوه مترو پوري ځانګري سوي و، او کله چي دوي مياشتي بشپړه سوي نو واک يي د يو څه فشار لاندي استاد رباني ته وسپاره او استاد رباني چي د څلورو مياشتولپاره ټاکل سوي ؤ خپل د دوو کيلو مترو، واکمني څلور کالو لپاره په اهل عقد شوراي کي اوږده کړه، په ټول هيواد کي سيميزي واکمني جوړي سوي. د مرکز اداره د ولاياتو څخه شکيدل، سيميزي جګړي په قومي، ژبني او مذهبي جګړو تبديلي سوي، کور په کور، کلي په کلي، ولايت په ولايت جګړو، د خلګو مال، اهل او ژوند له ګواښ سره ئي مخامخ سو. خلګ د توپکيانو د استبداد څخه ناراضه وه. په لارو کي ځنځيرونه چي سل تر سله مترو پوري اچول سوي وه، د موټروانانو د اسيري، زوريدني او ربريړدني وړ وګرځيد. نو په هغه مهال کي د طالبانو تحريک را منځ ته سو. او د توپکيانو د ظلمونو په برکت يي ډير ژر په هيواد کي خپله واکمني ټينګه کړه چي د ولس په مرسته دوي وتوانيدل چي ځنځيرونه ليري کړي، ظلم او توپکوالي ته د پاي ټکي کښيږدي، د خلګو مال او ژوند خوندي کړي. خو په خواشيني سره بايد ووايو چي دلږي مودي څخه وروسته بهرنيو اورپکو ته يي خپل څنګ کي ځاي ورکړ او دولتي نظام اداري سيستم يي ختم کړ. د ښوونځيو د روازي يي د نجونو خو څه چي د هلکانو پر مخ هم وتړلي او پر ښځو باندي، يي بنديزونه ولګول. ډلييزي رسني خپروني له منځه ولاړي او د شريعت د جاري کيدو تر سر ليک لاندي د ظلم بازار تود سو، چي د ملت لپاره د منلو وړ نه و، له بلي خوا د اسامه بن لادن اورپکيزي هلي ځلي د ټول نړي د انديښني وړ وګرځيدي، پر افغانستان باندي بنديزونه ولګيدل، د سوداګري چاري په ټپه و دريدي، افغاني پيسي د باندنيو اسعارو پر مقابل کي خپل ارزښت له لاسه ورکړ، ناڅاپه د ٢٠٠١ کال د سپتمبر پر ١١ نيټه د امريکا د نړيوالي سوداګري پر وداني، د امريکا د دفاع پر وزارت او د پنسلوانيا پر ښار باندي هوائ بريدونه وسول چي څه د پاسه (٣٠٠٠) کسان په کښي ووژل سول. او يو وار يي د ټولي نړي پام افغانستان ته واړاوه. امريکايانو د ١١ سپتمبر د پيښو پړئ د اسامه بن لادن د القاعده سازمان پر غاړه واچاوه ، او د طالبانو د واکمنانو څخه يي د هغه تسليمي وغوښته او ګواښنه يي وکړه چي اسامه او د هغه ملګري امريکايانو ته وسپاري که نه نو د امريکائي پوځونه بريدنو ته په انتظار و اوسي. زه په دغه موده کي د کندهار د سرپوزي په محبس کي سياسي بندي وم که څه هم په محبس کي راديو، ورځپاڼه، مجله او ليک ممنوع وه خو بيا هم موږ د دوستانو د راتلوو او د پنځه دقيقي خبرو مهال څخه خبر سو چي د باندي څه حال دي نو طالبانو د امريکا ګواښ ته غوږ نيوه او ځان يي د جنګ لپاره چمتو ګانه، په محبس کي څه د پاسه (٣٠٠٠) زره سياسي بنديان او جګړيز برانته ګان وه، چي ټولو بنديانو په ډيري خواشيني سره شپي ورځي شميرلي چي د ګواښ نيټه به پوره کيږي او څه به را وسي. د ٢٠٠١ کال د نومبر د مياشتي په ٥ نيټه پوره لس بجي د شپي د امريکا او د هغوي د اتحادي پوځونو لخوا هوائي بريد پيل سو. د بنديانو کوټي چي د شپي د ٩ بجو څخه د سهار تر ٥ بجو به قلفيدي، د الوتکو د بمب غورزيدو سره يي دوړي او خاوري پورته سوي په تاريکي کي څه نه معلوميدل خو پر له پسي، د کروز راکټو د ليګيدو او د الوتکو د بمبارد ږغ به غوږو ته راتلي او هره لحظه داسي فکر کيده چي نور نو محبس په بله اوښتي دي، د لاسي څراغونو لګولو څخه طالبانو مخنيوي کاوه، يو کروز راکت د محبس د ختيځ ديوال سره ومشت او ديوال ونړيد. دغه شپه لکه د محشر شپه تيره سوه، کله چي سهار د لمانځه لپاره دروازي خلاصي سوي نو د محبس په غولي کي داسي د باروتو او لوګي بوي ؤ چي ساه نه نيول کيده. د طالبانو د حاکميت د راپرزولو لپاره بمباري روانه وه، د کندهار د ښار خلګ ټول صحرا او بهر ته په تيښته وتلي وه. طالبان هم په ټيوټا او پيکپونو کي خپلي کډي بار لکه کوچيان په ګښت وه او د شپي يي په محبس کي د بمباري څخه مصونيت درلود او داسي ويل کيده چي ټول لوړپوړي چارواکي په محبس کي خپلي چاري پر مخ بيائي. ځيني طالبان چي د خپل نظام څخه ستړي وو موږ ته به ئي حال وايه او په دي يي خبر کړو چي ښاغلي حامد کرزي په (دهيراود) کي ځاي په ځاي سوي دي او د ٢٠٠١ کال د نومبر د مياشتي په ٥ نيټه د بن د جرګي د پريکړو څخه خبر سولو، چي ښاغلي کرزي د موقتي اداري مشر ټاکل سوئ دئ او شاولي کوټ ولسوالي ته راغلي دئ. نو امير محمد آغا چي د طالبانو لوړپوړي چارواکي و، محبس ته راغي او د ښاغلي کرزي په هيله حاجي جان محمد خان، د ورزګان والي محمد نبي خان توخي او شاولي خان ئي د محبس څخه وايست د لمړي ځل لپاره، ئي دايي ومنله چي موږ ټول بنديان خلاصوو. د شپي په اسامه پوري تړلي عربان محبس ته راغلل او غوښتل يي چي محبس ته ننوځي، خو د محبس مشر ملا ولي جان د عربانو مخنيوي وکړ، عربانو غوښتل چي بنديان برانته کړي او ځان ته د امن ځاي پيدا کړي. د ټکانو په جريان دوه بنديان شهيدان سول خو عربان شاه تګ ته اړ ايستل سول. د ٢٠٠١ کال د سبتمبر په ٧ نيټه داسي پريکړه وسوه چي د کندهار ښار د طالبانو لخواه، ملا نقيب اخند او حاجي بشر ته وسپارل سي نو مخکي د سپارلو طالبانو ښار پريښوده، يواځي د محبس مشر ملا ولي جان د محبس چاري يي د ملا نقيب اخند قوماندانو ته تسليم کړي او په حدود د ديرشو سو بنديان چي زه هم پکښي شامل وم خوشي کړو. په ښار کي د ځاينو د نيولو په سر تاوتريخوالي تر سره سو او د حاجي ګل آغا شيرزي قواه چي په تخته پل کئي ي د ائتلافي پوځونو سره يو ځاي جنګيدل د کندهار ښار ونيو او د ملا نقيب مجاهدين پر شا سوه حاجي ګل آغا شيرزي د کندهار ښاريانو ته يو پيغام صادر کړ او خپل ملاتړ يي د حامد کرزي څخه اعلان کړ. د ٢٠٠١ کال د سبتمبر په ١٨ نيټه حامد کرزي شاولي کوټ څخه کندهار ښار ته راغي او بيا کابل ته ولاړ د منځمهالي اداري مشرتوب يي په لاس کي واخست، چي نوي اداري د رامنځ ته کيدو سره سم د دموکراسي لپاره عملاً کار پيل سو. • د وينا خپلواکي چي د دموکراسي لمړي بنسټ دي خلګو ته ورکړل سو. د ښځو حقوق بيرته پرځاي سوه. • څلور مليونه زده کونکي ښوونځيو ته ولاړل. • دوه مليونه کډوال بيرته هيواد ته ستانه سول. • افغاني پيسي د بهرنيو اسعارو پر مخ بيرته خپل ځاي ونيو. • دولتي اداري نظام را منځ ته سو . • د ولاياتو چاري د دولت سره تړاو، وموند. • بيړني لويه جرګه دائيره سوه او ښاغلي کرزي د انتقالي اسلامي اداري د مشر په توګه وټاکل سو. • د ملي اردو او ملي پوليسو تشکيل بيا فعال سو او د ځوانانو د روزني لپاره بهرني فوځي کارپوهان وګمارل سو. • ولس د افغانستان د بيا جوړولو په لور وهڅول سو او د يو اسلامي ثقافت تر سرليک لاندي دموکراسي نظام پيل سو. • سياسي ګوندونو قانون تصويب او څه د پاسه ٦٠ ګوندونه راجسټر سوه. • د وينا خپلواکي چي د دموکراسي بنسټ دي د پرمختګ په خاطر څه کم ٣٠٠ ورځپاڼو، مجلو او اوونيزو خپلي خپروني پيل کړي. • د کندهار، کابل او سالنګ لوي سړک يو ځل بيا جوړ سو. • د اساسي قانون لويه جرګه جوړ سوه او اساسي قانون تصويب سو. • و ښځو ته سياسي، ټولنيز او فرهنګي خپلواکي ورکړل سوه او په ټولنه کي د هغوي حق پر ځاي سو. • ځوانانو ته د ښي او سالمي روزني لپاره د لوړو زده کړو امکانات برابر سول. • د لمړي ځل لپاره په ټول هيواد کي د جمهوري رياست د ټولټاکنو بهير پيل سو. • د ټولټاکنو لپاره د نوم ليکني بهير په ښه توګه پاي ته ورسيد. • د هيواد د لمړي جمهوري رياست په ټولټاکنو کي ١٨ کسانو د ولسمشري لپاره ځانونه کانديد کړل. • د افغان ولس ملي پيوستون او ملي يووالي له خطر څخه و ايستل سو. ګرانو هيوادوالو! راځي چي اوس خپل جمهور رئيس د خپلي راي په اچولو سره پخپله و ټاکو، هغه څوک چي: • د اسلامي عقيدي خاوند او ولسپال وي. • د خلګو په وينه يي لاسونه نه يي لړلي. • ملي يووالي او ملي پيوستون ته هوډمندوي. • د مصلحتي او ائتلافي حکومت پرخلاف وي. • د اساسي قانون په رڼا کي په ټولنه کي قوانين جاري کړي. • د پوهني، عامي روغتيا او ټولنيزو چارو لپاره خاصه پاملرنه وکړي. • د ښځو اسلامي او ټولنيز حقوق پر ځاي کړي. • اداري فساد، درغلي او رشوت پر خلاف مبارزه وکړي. • د مخدره توکو کښت، ترافيک، قاچاق او د ترهګري پر خلاف مبارزه وکړي. • د ټوپکسالارانو، جنګسالارانو او ظالمانو پر خلاف ګامونه واخلي. • خپل وروستي حکومت د ټوپکمارانو پرځاي د کار پوه او تجربه لرونکو خلګو څخه جوړ کړي. زه په دي باور لرم چي اوس ولس د ويښتيا په حال کي دي او خپل برخه ليک به په ډير ښه سوچ او اند سره وټاکي او هغه چاته به راي ورکړي چي د خلګو د نيکمرغي او برياليتوب سبب ګرځيداي سي. راځئ! د خپلي راي په کارولو سره خپل برخه ليک وټاکو ",دموکراسي او ټولټاکني
80,,"
",
81,,"
",
82,,"
(بي بي سي ) : د هرات د عالمانو شورا د دي ولايت په سيمه ايز تلويزيون کښي د ښځينه سندرغاړو د سندرو او بهرنيو فلمونو سره مخالفت څرګند کړي دي. د دغه شورا مشر د هرات د نوي والي سره د خبرو په مهال دا هم ويلي دي چې خلک د دغه ډول خپرونوله خپريدلوڅخه ناخوښ دي. خو د هرات د والي وياند محمدالله په دي ولايت کښي د بي بي سي خبريال ته ويلي دي چې د هرات راډيو – تلويزون هيڅ داسي خپرونې چې دافغانستان درسنيوله پاليسيو سره سمون نه خوري ، نه دي کړي. او په پام کښي هم نه لري چې خپلو خپرونو ته بدلون ورکړي. يواځي څو ورځي کيږي چې د دي ولايت په سيمه ايز تلويزيون کښي د ښځينه و سندرغاړو سندري او بهرني فلمونه خپريږي.
",په هرات کښي د ښځينه و سندرغاړود سندرواو بهرنيو فلمونو سره مخالفت
83,,"
(بي بي سي ) : د پکتيکا په مرکز شرنه کښي امنيتي ځواکونو د وسلو يو زيرمه تون موندلي دي. د دي ولايت د امنيې قومندان محمد رحيم علي خيل د بي بي سي سيمه ايز خبريال ته ويلي چې په دغه زيرمه تون کښي چې د هغه په وينا ډير لوي دي، توغندي، هوانونه، مينونه او ځيني نورې سپکې او درندې وسلي زيرمه شوي وي. ښاغلي علي خيل واي دغه راز وسلي د طالبانو له خوا د شرني په يوه سيمه کښي پټي کړل شوي وي. او زياته يې کړه چې دوي به په دغه سيمه کښي پلټنې نوري هم زياتي کړي. دوي ګومان کوي ښاي نوري وسلي هم دد ولتي ځواکونو ګوتو ته ورشي.
",د پکتيکا په مرکز شرنه کښي امنيتي ځواکونو د وسلو يو زيرمه تون موندلي دي
84,,"
(بي بي سي ) : د افغانستان په ځتيځ ولايت کونړ کښي هغي ګاډي ته نږدې يو بم چاوديدلې دي چې امريکايانو ته يې خوراکي مواد وړل. په چاودنه کښي يو پوليس او دري ماشومان وژل شوي دي. په دغه ولايت کښي چارواکي واي بم له لري کنترول کيده او د چاودنې په مهال شا او خوا ولاړ ماشومان د اور په لمبوکښي را ګير شول. تر اوسه دا معلومه نه ده چې دغه عمل به چا تر سره کړي وي.
",د افغانستان په ځتيځ ولايت کونړ کښي د يو بم چاودنه
85,,"
",
86,,"
",
87,,"
",
88,سورغر توخى,"
په زابل کې ټولې ٢٩٢٦٧ رايه لوېدلي وي چې په دې کې ٢٠٥٣ ناقانوني يا باطلې رايي وي او په دې نورو رايو کې ٢٢٧٦٢رايي حامدکرزي وړې چې په سل کې ٨٤فيصده رايي حامد کرزي ته ورکړل شوي دي اوپاتي يې ٦ فيصده سيداحمد ګيلاني وړې دې ٣،٨فيصده يونس قانوني وړې دي چې ١٠٥٨ کيږي او همداسي په ډېر کم شمير سره نورکانديدانو رايې وړې دي .
دکندهار درايه شمېرنې په مرکز کي دزابل درايه شمېرنې کار نن غرمه پر دولس بجې پاى ته ورسيد .
",دازابل درايه شمېرنې بهير نن غرمه پر دولس بجې پاى ته ورسيد.
89,,"
(بي بي سي ): نن د کابل د راي شمېرنې په مرکز کښي د پاکستان او ايرن څخه د را رسيدلو رايو شمېرنه پيل شوه. د ټول ټاکنو د ګډ دفتر وياند سيداعظم وويل نن تر دولس نيمو بجو پوري په ټول افغانستان کښي څلور لکه ولس زره شپږ سوه دري نوي رايې شمېرل شوي دي. چې له هغي څخه پنځه زره نهه سوه شپاړس راي باطلې ګڼل شوي دي او ټولي څلور لکه يوولس زره اوه سوه وه اويا راي سمي دي.
له دغو رايو څخه په سلو کښي :
- حامد کرزي : شپږ اويا عشاريه دري
- يونس قانوني : پنځلس عشاريه اوه
- عبدل رشيد دوستم : اوه عشاريه پنځه راي وړي دي.
سيد اعظم واي داسي اټکل کيږي چې تر دي دمه به په ټول افغانستان کښي پنځه په سلو کښي راي شمېرل شوي وي.
",په افغانستان کښي پنځه په سلو کښي راي شمېرل شوي دي
90, ذبيح الله خيبر /,"
ذبيح الله خيبر
د محترم غروال صاحب خبري چي د بينوا په سايټ کي د موږ پښتانه بايد خپله له پښتنو ګيله وکړو تر سرخط لاندي خپور سوي بالکل پر ځاي دي او دهغوي د زړه سوانده او مسئولانه غوښتونو څخه بايد ډير قدر وسي. د هغوی څرګندوني بلکل حقيقت دي په رښتيا موږ پښتانه بايد لمړی دځانه او خپلو څخه ګيله وکړو خو ايا يوازي همدا ګيله کفايت کوي. ايا اوس ددي وخت نه دی چي هغه څه و کړو څو په را تلونکي کي يو ځل بيا دا ګيلې تکرار نسي؟
دا يو داسي بحث دی چي کيداي سي په پراخه کچه پر هغه باندي خبري پيل سي نه په دي خاطر چي تا څه وکړه يا ما څه وکړه او يا هغه څه وکړه؟ که سپينه خبره را واخلو ټولو کړي دي!
دا بحث په دي خاطر بايد په پښتني او افغاني ټولنو او ډله ايزو وسائلو کي را پورته سي چي دا اوسنۍ او راتلونکې لاره ډيره د اغزو ده.
محترم غروال صاحب اوس به يې څنګه کوۍ په چا به يې کوۍ؟ او دا پاشلي پښتانه اودا ټول افغانان چي همدا ګلونه يې و اوبو ته ورکړي دي څنګه به يې را ټولوی څو دا وراني و يجاړي پري سمبالي او دا وران کور په ودان او ددي ګډ دښمن و مخي ته يې ودروی؟
پرونۍ پيښي او کوم جريانات چي افغاني ټولنه ور سره مخامخ سوه او د حالاتو بهير يې و دا اوسني پړاو ته را ور ساوه دا به شايد يو علمي او هر اړخيزي څيړني ته اړتيا ولري چي پر خپل وخت بايد ترسره سي.
هم هغو چي د کور کالي او ډوډۍ تر شعار ﻻندي يې مځکه سره لمبه وګر ځوله ، هم هغه مختوری چي دروسي پر ټانک سپور راغلۍ او ديوه مستقل هيواد سرنوشت يي و سره اردو او شورويانو ته ور وسپاره او هم هغه چي داسلام په خطر کي دی تر شعار لاندي ټولو داسي چپه او راسته ميچن پر دي وطن وچلول او هغسي سپکي سپوري او ملنډي يې پر اسلام ووهلي چي اوس بل څه پاتي نسوه خپل او پردی وايي مه يې پريږده که تروريست است!
دا خبره بيخي پر ځاي ده چي ددي ټولو جرياناتو په مرکز کي دا پښتون وو چي هم يې
قرباني ورکوله او هم يې په سياسي ډګرکي پر خوله وهل کيدۍ. د پښتنو ديووالي دښمنانو پښتون هم د مرميو و ميدان ته ټيل واهه اوهم يې په ډول ډول بهانو سپکاوۍ او د صحني څخه يې ليري ساته..
دا پروني اصطلاحات د هيچا د ياده نه وزي چي ويل به يې: ګمشکو اوغان غول است، بزنيش اميني فاشيست است ، نابودش کو خلقی است ،از بين ببر اخوان است، ګلبديني است، نوکر پاکستاني است و يا افغان ملتي است، په اخر کي چي هيڅ بهانه پاتي نسوه نجيب ګاو است او داده اوس چي تبر يې امريکايې لاستۍ پيدا کړ وايې نماني که طالب است القاعده است و از يکسر بايد محوه شود که تروريست است). دا ټوله پر پښتنو تر سره سول او اوس هم تر سره کيږي.
خو پښتون ﻻ د پخوا په شاني د فيل په غوږو کي بيده دی.
دا اوسنۍ نسل د داسي حوادثو او جفاګانو په مرکز کي لوي سوی دی او د هري دوري څخه په خپل وار په زړه کي ويني خوري.
مګر ايا همدا اوس اوس و پښتنو ته پکار ده چي دخپلي امحا د پاره دداسي يو کثيف او بر اعلا کمپاين تماشاچي واوسي چي همداداوس روان دی. ايا پکار ده چي بيا هم يو او بل ته په دي يا هغه نامه غاښونه و چيچل سي يا پر يوه اوبل باندي توري را وايستل سي؟
اصلي خبره خو اوس داده چي د پښتنو اوسنی در هبرۍ مخکښان چي د کرزي صاحب په مشرۍ را مخ ته کيږي که د خپلواک کړو وړو اختيار ولري بايد دهمدي تيرو ډيري درد ناکو تجربو او دردو څخه په ټينګه او په ډيره هوښيارۍ سره پند واخلي. په کار ده چي همدا تيت او پرت په څه پوه پښتانه چي هري خواته ميشته دي د ملي غوښتونو او ملي ګټو د اړتياوو په خاطر سره را غونډ او يو موټی کړي او کار ځني واخستل سي.
دا وطن لمړی بايدپر خپلو پښو ودرول سي او د هغه په اصطلاح افغانستا نيانو په مقابل کي چي هوډ يې کړی دی د ايرانيانو او روسي تاجکانو ناوړه هدفونه د افغانانو په وطن کي پلي کړي خوله ماتونکی ځواب ور کول سي.
اوس اوس پښتانه او پر وطن مين ټوله افغانان غير له يووالي نه بله هيڅ ﻻر نه لري که نه ور کيږي به. دورځي لمړنۍ غوښتنه يوازي همداده.
لوي خداي دي و پښتنو او ټولو افغانانو ته ديووالي او په سولي کي د هوسا ژوند دجوړولو توفيق ور په بر خه کړي .
", دپښتنو څخه د ګيلې پر ليکنه يو څو نوري خبري
91,,"
",
92,سورغر توخى,"
داسيالي چې دماليزا په هيواد کې جوړه شوې وه د٨٢ هيوادنو قاريانو په کې برخه درلوده .په دې سياليو کې چې دنرو او ښځينه و قاريانو تر منځ وشوه له افغانستان نه ورغلي قاري بشير حيدري او بي بي مريم دواړو څلورم ـ څلورم مقامونه ترلاسه کړي دي چې دوى ته په دې وياړ ١٠٠٠ ډالره او دماليزا يو نشان ورکړل شو .
په دغو سياليو کې چې دنرو له خوا تر سره شوه ماليزيا لومړى ،اندونيزيا دوهم ،ايران دريم او افغانستان څلورم ځاى نيولي دى .
او دميرمنو دسياليو په برخه کې ماليزيا لومړى ،اندونيزيا دويم ،تايلنډ دريم او افغانستان څلورم مقام تر لاسه کړى دى
",افغاني قاريانو د٨٢هيوادنو سره دحسن قرائت په سيالي کې څلورم مقام تر لاسه کړى دى.
93,,"
",
94,نصيراحمد( ښاد) جلال اباد ننګرهار,"
مشره داملک درنه قــــــــــرار غــــــواړو
رآيه مودرکړه درنه کــــــــــــــــار غــــواړو
چې په پرديوېي خرڅولــــــــــــو هــــميش
بس دغه خلکو تـــه نور دار غـــــــــــــــواړو
په چوپه خوله ژوندون کېـــــــدلي نشي
حق دولس درنه په جـــــــــــــار غـــــواړو
نورې غوښتنــــــي که دى نه کړي پوره
بيا اجازه مونږ دکوکنـــــــار غـــــــواړو
يوه خبره مـو بــــــــــــي لاري نــــــــــــه ده
خدايږو هرڅه درنه پـــه لار غــــــــــواړو
ښاده دامست ژڼي بياداسي واېـــــي
چېلم منګـــې سره ستـــــــــــــار غواړو
٢٠_٧_١٣٨٣ ل ",راتلونکې ولسمشر ته !
95,,"
",
96,عبدالله احسان,"
ايمل پسرلی په کندز کې زيږيدلی دی . وړکتون يې په کندز کې او لومړني دوه ټولګې يې په کابل کې لوستي دي . دۀ د پېښور له پوهنتونه د لسانس سند اخيستی دی
ايمل پسرلی په کندز کې زيږيدلی دی . وړکتون يې په کندز کې او لومړني دوه ټولګې يې په کابل کې لوستي دي . دۀ د پېښور له پوهنتونه د لسانس سند اخيستی دی . د نوې مېډيا په نامۀ يې نورې زده کړي د انګلستان په لندن کې بشپړې کړي دي .
ايمل پسرلي د ١٩٩٤ کال څخه تر ١٩٩٦ کال پورې له لندن څخه په پښتو ژبه د ډيوې مياشتنۍ مجله خپروله .
اوس هم په لندن کې ژوند کوي او له بي بي سي راديو سره په کار بوخت دی .
ايمل پسرلي ډيرې لنډې کيسې ليکلي دي . خو يو ناول او د ډرامو يوه ټولګه يې هم خپره شوې ده .
د دۀ د چاپ شويو کتابونه نومونه په دې ډول دي :
څلورمه لار ، د لنډو کيسو ټولګه
بې ځالې مرغۀ ، ناول
ډالري معاش ، د ډرامو ټولګه
يو مزل دوه نړۍ ، د لنډو کيسو ټولګه
د لنډي کيسې يوه بېلګه :
سفير
کوربه په ټيپ کې يوه پسته لويديځه نغمه وغږوله، زما پياله يې بيا له تورو چايو ډکه کړه، ورو- ورو يې د وره په لور ګام واخيست. پوه شوم چې دى هم زما غوندې د سفير صاحب راتګ ته لېواله دى. ساعت ته مې وکتل، پوره دوه ساعته تېر شوي وو، خو د سفير صاحب لا درک نه و، کوربه راته تر دغه وخته د سفير صاحب او د هغه د کورنۍ دومره خبرې کړې وې، چې ليدو ته يې نور تږى وم. د نړۍ په څو هېوادونو کې يې د سفير په توګه کار کړى و، په وروستي ځل په ملګرو ملتونو کې ټاکل شوى و، خو د حکومت تخته نسکوره شوه او دى د کار پر ځاى په امريکا کې سياسي پناه اخيستو ته اړ شوى و.
ما له ډېره وخته ارمان درلود چې د ده په څېر کس ووينم، په دولت او له ډيپلوماټيکو چارو خبر شم او د وطن پر وروستيو حالاتو ورسره خبرې وکړم.
له څو مياشتو راهيسې مې غوښتل چې په پوهنتون کې د خپل هېواد پر بهرني سياست يو څه وليکم، خو ماخذونه مې نه شول پيدا کولى. د سفير صاحب د ليدو چانس هيله راکړه چې له ډېرو خبرو به خبر شم، خـو هغه وځنډېد. کــوربه راتـه وويـل: ”د حــکومت لـوى مامورين پر خپل وخت چېرته نه ځي، د تشريفاتو او حکومت دارۍ يو اصل همدا دى، دا نو په دې پورې نه ده چې مامور برحال دى، که سابقه. په ټولو باندې دا خبره صدق کوي، البته په دې کې خو تر يوه ځايه د دوى مصروف ژوند هم لاس لري، خو سفير صاحب عموماً ډېر نه ناوخته کوي“.
د کوربه دا خبرې، لکه چې زما د تسلۍ په نيت وې، خو که رښتيا ووايم ما هم نه پوهېږم ولې داسې انګېرله چې لوړپوړي چارواکي بايد پر وخت رانه شي. يو وخت چا راته ويل چې که دولتي مامورين او عادي خلک يو ډول چال چلند ولري، نو بيا يې توپير په څه کې دى. شايد سفير صاحب اوس له موږ سره خپل توپير ته په پام سره ځنډېدلى وي. له کوربه سره خو يې پخه ياري وه، ليرې خپلوي يې هم سره لرله او له کله چې په امريکا کې سياسي پناه ته اړ شوى و، نو زما دې کوربه ورسره ډېره مرسته هم کړې وه.
د دروازې زنګ ووهل شو، زه بې اختياره له ځايه پورته شوم، له ځان سره مې وويل ولې؟ خو کار تر کار تېر و، ښه مې همدا وګڼله چې نور نو ولاړ ښه يم چې د سفير صاحب هرکلى وکړم. کوربه ژر- ژر د دروازې پر لور ورغى، پر ټول مخ يې موسکا خپره وه، د دروازې په خلاصولو يې وار له واره په زوټه وخندل. ما ويل په غېږ به پوښتنه کوي، خو ده لاس ورکړ او بيا يې پر مخ يو بل سره ښکل کړل. زه ځاى پر ځاى ولاړ وم او هڅه مې کوله چې زه هم وخاندم، خو نه پوهېږم ولې وارخطا غوندې وم، ما کله سفيران او لوى دولتي مامورين نه وو ليدلي.
د ښځو غږ هم و، خو ما غوښتل سفير صاحب ووينم. لومړى يوه ښځه راغله، څو څلوېښت کلنه به وه، خو ځوانه ښکارېده، يو اوږد سور کميس يې اغوستى و چې په اړخونو کې يې چاک درلود. دې ورو- ورو او په ناز ګام اخيست او تر زنګنو پورې يې سپينې پښې ښکارېدې. وروسته مې بيا ورپام شو چې جګ بوټان يې په پښو کړي وو، همدې بوټانو، لکه چې تګ ورته ګران کړى و، باړخوګان او شونډې يې سرې وې، د سترګو پاسنۍ برخه يې شنه او لکه ناوې ټوله سينګار شوې وه. د دې شا ته بيا دوې پېغلې وې چې کاوباى پتلونونه يې اغوستي، وېښته يې لنډ- لنډ پرې کړي او ورپسې يو زلموټى د نجونو په شان په ناز او ادا راروان و. د دوى شا ته سفير صاحب و، په ونه ټيټ، د سر وېښته يې ډېرکم شوي وو، غنم رنګى سړى و، چې پر سپين کميس يې سره نېکټايي او خړرنګې دريشي اغوستې وه.
مېرمنې او پېغلو راسره په سر ښورولو ستړې مشې وکړه، هلک هم سر راته وخوځاوه او تېر شو. سفير صاحب پاس کوټې ته کتل، کوربه ته يې په پاړسي وويل: ”بسيار عالى! چه رنګى زيبايى انتخاب کدين، ذوق عالى!“.
ما سفير صاحب ته کتل او په عين حال کې مې هڅه وکړه چې پاس هم وګورم، چې تر اوسه مې نه و ورته پام شوى. کوربه لاس زما خوا ته ونيو او سفير صاحب ته يې وروپېژندلم. سفير صاحب راته وکتل، لږ موسک شو. ما لاس وراوږد کړ، هغه روغبړ وکړ او بره خوا کښېناست. ما هم د کوربه له وينا وروسته د څوکۍ پر څوکه ځان ځاى کړ. پر دغې درې کسيزې څوکۍ د سفير صاحب مېرمن او يوه لور وخته لا ناستې وې. د ده بله لور او زوى موږ ته مخامخ کښېناستل، د کوربه مېرمن هم راپيدا شوه. بيا ټول ودرېدل، خندا شوه، په جګ غږ خبرې شوې، مېرمنو يو بل داسې سره مچولې، ته وا شونډې پرې امانت نښتې دي. په پاى کې د کوربه مېرمنې ما ته هم سر وخوځاوه.
په کوټه کې شور جوړ شو، کوربه او سفير صاحب سره غږېدل، مېرمنې له يو بل سره موسکې- موسکې کېدې، هلک او کشرۍ خور يې هم په خپلو کې په يوه ګرځنده ټيليفون لاس واهه او زه نه پوهېدم چې څوک څه وايي، خو پر مخ او تندي مې خولې راماتې وې. سفير صاحب ته مې کتل او د هغه په باب مې له ځان سره فکر هم کاوه. سفير صاحب له کوربه سره د خبرو پر وخت د کوټې چت ته کتل، دا ځل ما هم ورته کتل، تک سپين چت و، په منځ کې يې يو قنديل راځړېده، چې ګروپان يې لرل. پوه نه شوم چې سفير صاحب ته څه شى ”عالي“ و؟
پنځه شپږ دقيقې همدا حالت و، له هغه وروسته ما په سر ښورولو د سفير صاحب د حال احوال پوښتنه وکړه، هغه هم په خاصه موسکه خوله سر وخوځاوه. ورپسې يې له مېرمن او اولادونو سره په همدې ډول ستړې مشې، خواره مشې وشوه.
کوټه د څو شېبو لپاره غلې او کوربنه د چايو لپاره له خونې وتلې وه، سفير صاحب شا و خوا کتل، مېرمنې او مشرۍ لور يې په خپلو کې موسکې- موسکې کېدې او هغو نورو دوو بيا په ګرځنده ټيليفون لاسه واهه او خپلو کې يې پرې خبرې کولې. کوربه سفير صاحب ته بيا وروپېژندلم، خو دا وار يې تش نوم وانه خيست:
”دى نو له لندنه راغلى، سبا ته بېرته ځي، خو ما ورته وويل چې سفير صاحب هم نن شپه لطف کوي، دلته تشريف راوړي، هغه و چې ده هم په خوښۍ ستاسو انتظار وکړ!“.
مېرمن او مشرۍ لور يې په څوکۍ کې لږ وړاندې شوې، زما خوا ته يې وکتل، سفير صاحب هم زما پلو سترګې ونيولې او کشرۍ لور او زوى يې هم څو شېبې له ګرځنده ټيليفونه سترګې پورته کړې، مېرمن يې وويل:
از لندن؟
زه ورته موسک شوم، لکه چې په همدې ډول مې د هو ځواب وايه. خو کوربه زما پر ځاى ځواب ورکړ:
بلې! بلې! له لندنه، له انګليستانه راغلى دى. دى نو يو مستعده ځوان دى، په ژورناليزم کې ماسټري اخلي، زما د يوه محترم دوست زوى دى.
ټولو لا هم راته کتل، پر ما ماتې شوې خولې لا ډېرې شوې، موسک وم او لاندې مې کتل، سفير صاحب وويل:
ژورناليزم! بسيار عالی، ذوق خوبى دارين!
ما سر ورته وخوځاوه، ورو مې ورته له خولې راووتل: ”لطف مو دى!“.
کوربنه د چايو له پتناسه سره راغله، ټولو هغې ته وکتل، يو وار بيا په زوټه خبرې شوې، ښځو په خپلو کې په خندا- خندا خبرې سره پيل کړې، سفير صاحب هم وخندل او په زوټه يې وويل:
بي بي حاجي! چى يک قيماق چاى دارين، بسيار ديګه عاليست، چند روز پيش بسيار ديګه ياديتانه کديم.
مېرمن يې د سفير صاحب خبره تاييد کړه:
بلې! مسعود جان از لاس اينجلس قيماق اورده بود، ګفت به ياد بي بي حاجي يک قيماق چاى مې خوريم.
سفير صاحب د لاس اينجلس صفتونه پسې شروع کړل او د بي بي حاجي قيماق چاى هېر شو. په لاس اينجلس کې سفير صاحب پيتزه ډېره خوښه کړې وه، مېرمن يې ورته ويل چې په روم کې به پيتزه ښه وه. خو ده ورته ويل چې د روم په پيتزې کې سره بانجن ډېر وو. مشرۍ لور يې هم د پلار پر خوا وه، خو زوى يې د مور خبره منله. کوربه دواړو ته موسک- موسک کېده، د بي بي حاجي خوله هم له خندا نه سره ټولېده. له چايو وروسته د ډوډۍ پر وخت هم د بي بي حاجي د قابلي پلو ستاينې وشوې او د سفير صاحب پوخ کړى پلو هم ياد شو، چې څو ورځې دمخه يې د بي بي حاجي له يادولو سره يوازې خوړلى و.
ما وخت ونه موند چې د وطن پر روانو حالاتو د سفير صاحب نظر واخلم او يا پر ډيپلوماټانو او دولتي کارونو ورسره وغږېږم. يو وار چې کوربه د وطن څه وويل، نو سفير صاحب پغمان ياد کړ او د خپلې مېرمنې ذوق يې وستايه چې چرګان به يې ”عالي“ کبابول.
ماخوستن ناوخته چې سفير صاحب او کورنۍ يې بېرته پر خپله خوا رهي کېده، نو تر موټره ورسره ووتو، هورې د ده نوى بينز ولاړ و، چې کوربه ترې تاو راتاو شو او سفير صاحب ورته وستايه:
بسيار عاليست، چى کشى داره، بايد يک شب جاى بريم.
د سفير صاحب مېرمنې له بي بي حاجي سره مخونه بيا ښکل کړل، د بينز پر مخکينۍ څوکۍ کښېناسته، اولادونه يې شا ته وو او سفير صاحب په توکمې خپله ښيښه کښته کړه، لاس يې پورته کړ او په چټکۍ يې وځغاستل، لکه چې په رښتيا يې د موټر کش ښکاراوه، کوربه او بي بي حاجي تر هغو ورته ولاړ وو چې موټر يې له سترګو پناه شو. زه هم د ويرجينيا په هغې يخې شپې کې ورسره تم وم.
ناوخته چې پر کټ کې څملاستم، نو وږى غوندې وم؛ ډوډۍ مې سمه نه وه خوړلې، يو چا راته ويلي وو چې د دولت لوړپوړي مامورين لږه او په احتياط مړۍ خوري. خو د سترګو تر پټېدو وړاندې راياد شول چې سفير صاحب ډېره خوړلې وه او احتياط يې هم نه شو راياد.
٢٠٠٢/٠٤/١٠
لندن ايويټ وې ",ايمل پسرلی
97,پروفیسر عبدالخالق رشيد,"
او مسيح ،
دتوپان زړه ته ګوري ....
دكليسا د زنګ له ترنګه وروسته ،
ديوې خاموشې اوارامې فضا
د زړه نرۍ زمزمه ،
په يوه آرام خو درديدلي غږكې تته شوله ،
يوه پادري ووې چې :
عيسې مسيح راكښته شوى له آسمانه خلكو ،
مينه موسكاوې كري ،
دبې ګناوو وينو پور له ظالمانواخلي ....
دنيا دوير په بلۍ ناسته ژاړي ،
لابه په غم ور اړوي ،
دغه د اور اوجنګ اووينودنيا ...
دغه زموږه پرمخ تللي دنيا ؟
دغه چې اوس يې دوحشت په لور ورمخه شوې.
دلته چې نراوښځه
له يوه او بل سره دمينې په راز نه پوهيږي
او هغه مينه چې خدايې ډالۍ ده
نوره دمينې په نوم نه پيژني
دلته چې ټول اوس دلوط پيركاركړي
دلته چې ورا دنارينه ناوكۍ ،
ډولۍ په ناز سره وړي ،
اوښڅينه بيا ښڅينه زوم ورو ورو
په سندربولو سره....
په دې دنيا به يوتوپان راځي ،
هرڅه به ډوب كړي بې دنوح له بيړۍ
اويوڅوتنه به بيا ،
چې د مسيح په لاره تللي وي سم ،
تردې بيړى پورې ځان ورسوي ...
ستړي به وي ستومانه ،
اود قران لاهوتې شرنګ به اوري
دپاك الله په پړي ....
يوازې ځان به يې ورپاتې وي بس ،
نه به يې زوى په ياد وې ،
نه به يې پلار اومور ،
اودكښتۍ په پړو باندې به يې
لكه دڅوكلودستړوپه شان
دمه كيږي ...
په دې به نه پوهيږي ،
چې د بيړى منځ ته بياكومه لارده ...
ترڅو چې خپله مسيح ،
ورته را ووځي ، ورته وګوري چې ،
دوى په رښتيا هم دخدايي لار مله وو
دوى كله هم په وينو رنګ تاجونه ،
هغه دسرواوسپينو،
په خپلو لوړو سرو نه دي ايښي ...
هغه چې خداى هست كړي ...
بيړى به ډكه وي ، تياره به وي
چې ځان دامن غيږته و رسوي
يوڅوك به راشي دبيړى ښئ خواته
وايي به زه د امريكا واكمن يم ،
ددغه لويې دنيا ، ددغه لويې وچې .
مسيح به سوال ترې وكړي :
ددغې لويې نړى خلك دڅه كړل ؟
ته څنګه لاتراوسه هم پاتې يې ،
دى به دخداى په دغه رمز باندې نه پوهيږي
اوله مسيح به بيا پناه غواړي ،
چې ما در وژغوره ...
خو هغه به ورنه پوښتنه وكړي :
ددغه لوى جهان انسان دڅه كړ ؟
په څه پناه دركړمه ؟
زه دآدم اودهوا ځواب اوس څه ووايم
چې تايې پردى نازولو بچو څه حال راووست !
شيبه به سوچ وكاندي ....
ورته به وايې چې لادن ووژل ...
خوهغه به بيا ورته ځيرغوندي شي .
اوپه ترخه موسكا به يې وپوښتې
چا ؟ چا ؟ چا ؟ چا؟
ما ته هم دروغ وايې ؟
اوهغه چيرې دى ؟
خودى به بيا په دروغو ورته وايي :
دپښتونخوا دغروپه لوړو څوكو...
كله چې دا ووايې ،
يوه لمبه به له يوې خوا راشې
دده په سترګو به ورننوزې ،
دود به ترې پورته كاندي ....
آسمان به يې نه مني ،
توپان به كركه ترې كړي
بيړى به ژاړي چې پرماباندې راونه خيږي ،
مسيح به وايې ورته ،
ما ته هم دروغ وايې ؟
اوته د خداى دبندګانو قاتل ،
اوته دخداى له واكمنۍ نه منكر...
مسيح به بيا دتوپان زړه ته په ځيرځيروګوري
هغه توپان چې دهمدې واكمن ،
په شيطاني نيت يې جهان لاهوكړ ...
څوك به نورنه ښكاري ،
بيړى ته به ووايې :
دلته خو هرڅه نورتباه تباه شول ،
نوردلته څه دژوند په نوم نشته دي
ځه د آسياپه لوري ،
په هغه لور چې په لوط پير كې دنوح ياران
هم هلته ولاړل ،
اوهلته بيا خوندي شول....
دكليساد زنګ له ترنګه وروسته ،
ديوې خاموشې اوارامې فضا
د زړه نرى زمزمه ،
په يوه آرام خو درديدلې غږ كې تته شوله ،
بل پادري هم ووې :
عيسې مسيح راكښته شوى له آسمانه خلكو ،
مينه موسكاوې كري ،
دبې ګناوو وينو پور له ظالمانواخلي ...
پروفیسر عبدالخالق رشيد
دكابل پوهنتون استاد
د۲۰۰۵ كال د اګست ۲۸
",دامريكا د توپان دبې گناه قربانيانوپه ياد :
98,عبدالباري جهاني,"
دغه زما غيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور ولس دی
دغه زما توپاني قــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــام دی
دغــــــــــــــــه توري سپيني ږيري
دا بـــــــــــــــــبر ببــــــــــــــــر ﻻسونه
دا سرې سرې دا غــــــټي سترګي
له هيــــــــــــــــــــــبته ډک مخونه
داله زوره ډکي موټــــــــــــــــــــي
د فــــــــــــــــــــــــــوﻻدو مړوندونه
غيرتي ډبـــــــــــــــــــــــرين زړونه
دا زيږې زيږې خبـــــــــــــــــــري
دزمــــــــــــــــــــــــــــــــــــريو آوازونه
په سرونو کي يې شــــــــــــور دی
په سينو کي توپـــــــــــــــــــــــانونه
+ + +
دا کږې وږې بګــــــــــــــــــړۍ به
يــــــــــــــــــوه ورځ سره غونډيږي
تريو څو جــــــــــــــرګو راوروسته
د تو پان په دود خروښـــــــــــــيږي
د کلو تږي درې بــــــــــــــــــــــــــــه
بيا په وينو اوبـــــــــــــــــــــــه کيږي
د غليم په بنـــــــــــــــــــــــګلوکي
هلته بل ميــــــــــــــــــــوند جوړيږي
+ + +
جـــــــــــــــــلا ﻻ به را ژوندی کي
داکــــــــــــــــــــــــــبر په ميخانوکي
درز به واچوی سينـــــــــــــــــو کي
ډاربه وچـــــــــــــــــــــوي په زړو کي
د جنجر عکــــــــــــــــــس به يوسي
جهانګير ته په جــــــــــــــــامو کي
د اورنګ شــــــــــــراب به ورکي
دسرونو په جــــــــــــــــــــــــــامو کي
+ + +
دا تر پښــــــــــــــــــو ﻻندي قبرونه
داهير ســــــــــــــــــــــــــوي لحدونه
هر لحــــــــــــــــــــــــدئې افتخار دی
پکې پټ دي داستـــــــــــــــــــانونه
دا تاريخ د ميړنيــــــــــــــــــــــــــــــو
دنيکونــــــــــــــــــــــــــــو يادګارونه
هره پاڼه يې غيــــــــــــــــــــــرت دی
په هر باب کي توپـــــــــــــــــــانونه
دا په وينو روزل ســــــــــــــــــــوي
دا لاله دا ســــــــــــــــــــــــــره ګلونه
دادغرونو لــــــــــــــــــــوړي څوکي
په لمنو کـــــــــــــــــــــــــــــې لعلونه
يو دبل په غــــــــــــــــــېږ اغوستي
ﻻړ پرﻻړ پېـــــــــــــــــــــــيلي غرونه
+ + +",دغــــــــــــه زمـــــــــــا غـــــــــــيور ولــــــــــــــــس دی
99,,"
",
100,خالدهادي,"
ښاغلی محمد عاشق غريب په کال ١٩٥٩ زېزديږ په ميدان وردګ ولايت کي زېږېدلی دی . لومړنۍ او منځنۍ زده کړي يې په خپل ولايت کښي تر سره کړي
ښاغلی محمد عاشق غريب په کال ١٩٥٩ زېزديږ په ميدان وردګ ولايت کي زېږېدلی دی .
لومړنۍ او منځنۍ زده کړي يې په خپل ولايت کښي تر سره کړي ، او په کال ١٣٥٨ لمريز کي ددفاع وزارت د هوايي او هوايي مدافع پوهنتون د راکټو د پوهنځی څخه فارغ او وروسته يې د راکټ د ٩٩ لوا ، د کابل ګارنېزون ، د دفاع وزارت د اپراسيون رياست ، او ٢١ ساتونکي غونډ کي دندي تر سره کړي دي .
د ١٩٩٥ زېږديږ کال راپه دې خوا د جرمني د فرانکفورټ په ښار کښي د خپلي کورنۍ سره يو ځای اوسيږي اود C.L.E.A.N شرکت سره په دنده بوخت دی .
په داسي حال کي چي ښاغلي غريب په نظامي برخه کي زده کړي او دندي تر سره کړي دي ، ددې تر څنګ يې د هنر او ادب سره هم مينه پاللې ده ،بېلابېلي ليکني او شعرونه يې د ګوربت ، وحدت ، هيواد ، ګودر ، ملي هينداره ، او يو شمير نورو رسنيو کي خپرې شوي دي .
سمدستي ( ١٣٨٣ ل ) د خپل کار تر څنګ په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودې ټولني د فرانکفورټ د څانګي د مسول په توګه په هغه هيواد کي افغاني فرهنګ ته په يو لړ خدمتونو بوخت دی .
لاندنی شعر يې په فرانکفورټ د علامه رشاد بابا د مړيني په د وير په غونډه کي کومه چي ددوی ( غريب ) په زيار جوړه شوې وه ، واوراوه، دوی ته ددوی د فرهنګي هڅو په ټولو اړخونو کي د برياليتوب په هيله نوموړی شعر د بېلګي په توګه يې وړاندي کوو .
دلوی رشاد په وير کي د غريب ويرنه
آه ، کندهاره !
لـــــويه کنــــدهاره نن دي بيا څــــــــــوني ژړلـــــــــي دي
ګوتي د ي پري شوي که شملي دي نــــــــــړيدلــــي دي
مېنه د ننګونو يې ژړا سره بلــــــــــــــــــــد نــــــــــــــــه وې
ځاردي غيرتي سترګي تڼاکــــــــــــــي يې چاودلي دي
لرو پښتنو ويل د ملالـــــــــــــــي روح راغلـــــــــــــــې وه
سرې جنډې په قبر دايوب يې ښـــــــــــــــورولـــــــي دي
خاوري د ميوندپه پټه خوله ماتم نيـــــــــــــــــــولی دی
بيا يې له شهـــــــــــــــــــــــــيدو زخمو ويني بهيدلي دي
څليو د ميرويس او احمد شا ته بيا ســــــــــتايني دي
شناختي د لحد يې خدايږو چــــــــــا ور ټکـــــــولي دي
بيا ليلي ورغلې چي سخي ته ګريوان څــــــيري کړي
غېږ کي خوبولي يې بيا چا راپاڅــــــــــــــــــــــــــولي دي
ذکر او زګيرويو په خرقه کـــــــــــــــي زور اخستی د ی
ګوری له ګونبدې هســـــــــک ته لـــــپي راوتلــــــي دي
سا دي د مستـــــــــۍ د تاک له پښو نه نن وتلــــــــــي ده
وني د انارو دي له وينو خوټيــــــــــــــــــــــــــــــــــــدلي دي
څومره چي ويرجن يې بس نن وير درسره ښه ښکاري
نن مو چي تقدير د ستر (رشــــــــــاد) زني تړلـــــــي دي
ستا پردېس بچيانو هم د وير ټغر خپــــــــــور کړی دی
زه هم له هغو چي ستا له غېږ نه يـــــــې شړلــــــــــــي دي
ټنډي د ( غريب ) ته د کعبې په شان سپـــــــــېڅلی يې
څلي د تاريخ او شهــــــيدان دي زېږولــــــــــــــــــــــي دي
٢ _ ١٢ _ ٢٠٠٤ فرانکفورټ
",محمدعاشق غريب
101, احسان,"
ښاغلی لطيف بهاند د ۱۳۳۱ لمريز کال د جدي په مياشت کي چي د ۱۹۵۳ زېږديز کال د جنوري سره برابره ده د کابل په بريکوټ کي زېږيدلی دی
ښاغلی لطيف بهاند د ۱۳۳۱ لمريز کال د جدي په مياشت کي چي د ۱۹۵۳ زېږديز کال د جنوري سره برابره ده د کابل په بريکوټ کي زېږيدلی دی . په ۱۳۵۱ لمريز کال کي يې د کابل د حبيبيې په لېسه کي زده کړي پای ته ورسولې او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی ته لاړ .
ښاغلي لطيف بهاند په ۱۳۵۵ لمريز کال کي هغه وخت پوهنتون پای ته ورساوه کله چي په کابل پوهنتون کي د پښتنو او پارسي ادبياتو له پاره د ماسترۍ زده کړي پيل شوې ، ښاغلی بهاند له همدې کال ( ۱۳۵۵ ل ) نه لومړی د پښتو ټولني دعلواکاډمۍ غړی او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانګي استاد شو او د تدريس تر څنګ يې په ۱۳۵۸ لمريز کال په پای کي د ماسترۍ دوره پای ته ورسوله .
ښاغلي لطيف بهاند د خپل ژوند په نولس کلني کي د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو د (ډرام او ديالوگ) په څانگه کې کار پيل کړ. او دپوهنتون ترپای ته رسېدو وروسته يې د راډيو افغانستان لپاره د کره کتني، پر له پسې داستانونو او درامونه د ليکلو دنده پر مخ بېوله ، او دماسترۍ تر پای ته رسېدو وروسته يې د ادبياتو د پوهنځی د استاد په توګه دنده پيل کړه .
علمي ، ادبي او هنري خدمتونه او آثار:
په پښتو ادبياتو کي د لنډي کيسې تاريخچه، د ليسانس د دورې مونوگراف . ١٣٥٥ لمريز کال.
د ادبياتو تيوري،د ماسترۍ د دورې تيزس. ١٣٥٨لمريز کال .
په پښتو ادبياتو کې د کره کتنې تاريخ،په روسي ژبه،١٩٩١ زېږديز کال .
په کابل پوهنتون کي د زده کړي او وروسته د استادۍ تر څنگ د راډيو افغانستان د پر له پسې داستانو پروديوسر، د کره کتني د خپرونې لپاره د کره کتني ، ډرامونو او داستانونو ليکل، د ((نړ ۍ د شهکارونو)) د خپرونې لپاره د نړيوالو شهکارونو په پښتو ژباړل او راډيويي کول.
د راډيو افغانستان د((شعرونو او بهيرونو)) د اوونيزې خپرونې لپاره د کره کتني ليکل.
د افغانستان د ليکوالو د ټولني غړيتوب .
په ١٣٦٥لمريز کال کې د دوکتورا د زده کړو لپاره مسکو ته تگ.
د مسکو په راديو کې د وياند په توگه د کار پيلول.
خپاره شوی آثار:
۱ - د راحت زاخيلي پر((ناول د ماه رخي)) اثر د سريزې ليکل، اوپه ١٣٦٣لمريز کال کې د کابل پوهنتون له خوا خپرول.
۲ - د اشرف خان هجري منتخبات:
دا د هجري د شعر منتخب دی چې په پښتو ادبياتو کې د هجري د اثارو يادون او څېړنه دهغه سريزه کې راټول شوي او١٣٦٣لمريز کال کې د اشرف خان هجري د علمي سيمينار په وياړ د قومونو او قبايلو وزارت د خپرونو او فرهنگي چارو د رياست له خوا چاپ شوی دی.
۳ - د رڼا ناوې:
دا د کوزي پښوتنخوا د نامتو شاعرانو د شعرونو غور چاڼ دی چی په ١٣٦٥ لمريز کال د افغانستان د ليکوالو د ټولنې له خوا خپور شوی دی.
۴ - د پښتو ژبې گرامر او ادب:
دا يو درسی کتاب دی چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځی له خوا په ١٣٥٩لمريز کال کې،د کابل پوهنتون له خوا خپور شوی دی.
۴ - د خيرالبيان منتخبات :
دا د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانگې لپاره درسي کتاب دی، چې په ١٣٦١ لمريز کال د کابل پوهنتون له خوا خپور شوی دی.",ډاکټر لطيف بهاند
102,,"
",
103,,"
",
104,,"
(بي بي سي ):په افغانستان کښي نړيوال ايتلافي ځواکونه واي چې د لومړي ځل لپاره يوه اولس سي ډوله ګلوب الوتکه په پکتيکا کښي په نوي جوړشوي هواي ډګر کښي کښيناستله. دغه هواي ډګر د نړيوالو ايتلافي ځواکونو په مرسته جوړ شوي دي. ايتلافي ځواکونه واي د پکتيکا هواي ډګر به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کښي ډير اغيزمن رول ولوبوي.
",د پکتيکا په هواي ډګر کښي لومړۍ الوتکه را کوزه شوه
105,,"
(بي بي سي ): په خوست کښي ډيجيټل او ګرزنده تليفونونوپه فعاليت پيل وکړ. په سيمه کښي د بي بي سي خبريال واي په دي ولايت کښي پنځه زره ډيجيټل تليفونونه ويشل شوي دي. او په پام کښي ده چې شمېر يې پنځلس زرو ته ورسيږي. په خوست کښي د مخابراتو رياست واي چې ډيرژر به دغه ولايت ته د انترنت اسانتياوي هم راشي.
",په خوست کښي ګرزنده تليفونونه په کار ولويدل
106,ولي شا طبيب _ کندهار,"
ولې شاه طبيب
کندهار د ميزان ۲۸-. ۱۳۸۳
له تيرو پنځه ديرشو کالو راهيسې وچکالي دچا نه په ياديږي ،که څه هم ۳۵ يا ۴۰ کاله دمخه يوه وچ کالۍ تيره سويده . ددې اوسنۍوچ کالۍ دا شپږم کال دی چه په ټول هيواد کښې خپره سويده ، خو دوچکالۍ شدت په جنوبې ولاياتو کښې زيات دی . څرنګه چه دا _ ٢٦کاله جګړه دافغانستان دورانې باعث سوه ، دبله طرفه موجوده زوروره وچکالۍ دافغانستان دغريبو خلکو لپاره يوبل لوی ناورين رامنځ ته کړ . افغانستان چه يو زراعتې هيواد دی ، او ټول عايدات دمالدارۍ او کرهڼې څخه ترلاسه کيدل ، او کرهڼه هم تکيه پر اورښتونو کوي . څرنګه چه دشپږو کالو راهيسي د اورښت اندازه دومره راټيټه سويده چه هيڅ په تيرو سلو کالو کی داسی شديده وچ کالۍ نه ده پيښه سوې . وچ کالۍ دژوند په هره برخه کې خپلې ناوړې اغيزې وښندلی او دملک اقتصاد ته يی ډير لوي ګواښ پر ځای پريښود،
دوچ کالۍ ناوړه اغيزې په لاندې ډول دې:
لمړی : دچښلو داوبو کمښت:
دا موږ ټولو ته روښانه ده چه په افغانستان کښی ډير لوی سيندونه لکه هلمند ،امو،ارغنداب ،کنړ ، کابل سيند ،فراه رود ،هريرود،پنجشير ، ارغستان ،ترنک ،کوکچه اوداسی نور سيندونه سته ، چه په دی ټولو سيندونو کې ډيري پريمانې اوبه بهيدلې . له بلي خوا داوبو طبعي چينې موجودي وې ، چه په بعضی ځايو کې دچينو اوبه دومره ډيرې وی چه په اکثرو ځايو کښی ژرندي دچينو په اوبو چليدلې . په عنعنوي ډول په افغانستان کښي د سطحي څاهانو څخه زياته ګټه اخيستل کيده ، دا څاهان به معمولا ژور نه وه ددوې ژورواله د 10 تر 15مترو پورې رسيدی ، اوپه ډير ساده اسبابو په وسيله چه سلواغه او څرخ يا غرغړې په وسيله يی اوبه دڅاهانو نه راايستلي . په کليوالي ژوند کښې څاهان دومره ډير نه وه ، بلکه زياتره دنهرو ،ويالو ، چينو او کاريزو داوبو څخه دچښلو استفاده کوله . وچ کالۍ دا ټول تر اغيزې لاندې راوستل ، رودونه وچ سوه ، دکاريزو اوبه پر څلورمه برخه ودريدلې او يو شمير کاريزونه خو بيخې پرمخ وچ سوه ، داوبو سطح ډيره ټيټه سوه چه په نتيجه کې دچينو او سطې څاهانو اوبه ورو ورو کميدلې چه بالاخره پر مخ وچې سوې . شتمنو خلکو په خپلو کورونو کی دبرمې په وسيله يو څه ژور څاهان وايستل ، داد غريبو خلکو لپاره هم غنيمت سو ، همدارنګه دبشرې مرستو کارکوونکو هم يو څه ژور څاهان وکيندل او لاسې بمبې يی پر کښيښودې چه يو څه مشکل يی دکليوالو ورحل کړ . خو کرار کرار وچ کالۍ شدت نور هم زيات سو ، نور هم داوبو سطح کښته سوه ، سطحې څاهان خو پخوا لا وچ سوې وه ، دا ځل دلاسی بمبو څاهان هم وچ سوه . يو شمير زيات کليوالو ښارونو ته مخه کړه ، په ښارونو کې دکليوالو لپاره دکو ر ستونزه او نوری ستونزې پيدا سوې .
دوهم : دوچ کالۍ اغيزې پر مالدارۍ باندي :
مخکي مو وويل چه افغانستان يو زراعتي مملکت دی ، مالداري زموږ دګران وطن دملې عايداتو زياته برخه جوړوله . په افغانستان کي ډير کوچيان اوسيږي او ددوي ژوند يوازي او يوازي پر مالدارۍ باندي تکيه کوله . دوچ کالۍ له وجي دکوچيانو ټول مالونه لکه ميږي او وزګړي يا خو دخوراک دنه موجوديت يا خوارځواکۍ له وجي مړه سوه او يا يې په ډيره ټيټه بيه خرڅ کړه ، دکوچيانو او کليوالو ژوند دډير دروند ګواښ سره مخامخ سو ، دوی نور شيدې او دهغه څخه په لاس راغلې لبنيات لکه مستې ، غوړي او کورت نه درلوده . دوړيو او پوستو کمبود دکورنۍ او ملک په اقتصاد ناوړي اغيزې وکړي . دکوچيانو او کليوالو ماشومان او ميندي په خوارځواکۍ اخته سوه ، او دنورو ناروغيو دحملو لپاره ډير کمزوری سوه ، د مړيني او ناروغۍ کچه لوړه سوه ، په ځانګړې ډول کوچيان چه هميشه خوځنده دي . دوی بيچاره ګان ډير تاواني سول حتی خيريه موسسو هم دکوچيانو سره دکومک کولو ته زړه نه ښه کاوه ، دوی دا دليل وايی چه کوچيان په حرکت کې دې موږ دخپلو کومکو اغيزه نه سو ارزيابي کولای . ددولت په سطح هم ددوی سره مرسته نه ده سوې . دوچکالۍ له وجې دغوښو او لبنياتو بيه دومره لوړه سوه چه دغريبانو تر وس ډيره لوړه وه چه حتی په مياشت کي يو ځل هم دغوښې خوړل ورته ناشونی وو .
غلې، دانې او ميوه جات :
مخکي مو وويل چه داوبو طبعي منابع داورښت دکمبود له وجې بيخي ډير راکم سول ، او په وطن کښي دکروندو کښت ډير راکم سو ، افغانستان دغلې دانې دتوليد له نظره په پخوا کښي پخپلو پښو ولاړ ملک وو . خپل غنم ،جوار اونور حبوبات زموږ په خپل هيواد کي کرل کيدل او ګټه ترې اخيستل کيدل . ددې اخري وچکالۍ له وجي کرونده ګر داوبو دکمښت له وجي ونه توانيدل چه مځکه وکري . شتمنو مځکه لرونکو دخپلو باغونو او کروندو لپاره ژور څاهان وکيندل ، قوې واټر پمپونه يې چه په ډيزلو چليږې نصب کړل ، دنورو کم وسو باغ لرونکو دانګورو ، انارو ،بادامو او نورو ميوو باغونه وچ سوه ، چه په نتيجه کی زموږ دميوو صادرات هم ډير راکم سوه ، او دميوو کيفيت هم متاثره سو ، مٍثلا انار ،انګور،بادام او نور ښه غوښن نه وه او کيفيت يی تر سوال لاندې وو دا ځکه چه دا وني او بوټي په ډيرو زلالو اوبو چه دمځکي له عمقه راپورته کيدلې اوبه کيدلې ، حال داچه درودونو ،ويالو او کاريزونو اوبه زيږې او دزياتو عضوې موادو درلونکې وې . کرونده ګرو دتارياکو وکرلو ته مخه کړله ، ځکه چه د غنمو او نورو حبوباتو په کرلو دواټرپمپ دچلولو مصارف نه پوره کيدل ، حتی په بعضی ولايتو کښی د شکرپارې اونورو ميوه جاتو ونې وايستلې او مځکه يی دتارياکو وکرلو ته تياره کړه.
دوچ کالۍ اغيزې دبرښنا پر توليد باندې:
زموږ په ګران هيواد کښي چه کومه برېښنا توليديږي ، زياتره داوبو دتوربينو څخه ده ، څو محدود داوبو بندونه عبارت له کجکې ،سروبې ، نغلو ، چک وردک ، دورنټه او يوڅو نور واړه بندونه چه ديره لږ برښنا توليدوی موجوددې ، ددغو بندونو دتوليد ضرفيت ډير راټيت سويدی .
دوچ کالۍ اغيزې پر روغتيا باندې:
داوبو دکمښت له وجي د وګړو او ټولني حفظ الصحه د ګواښ سره مخامخ سوه ، دومره کافي اوبه کورنيو ته نه دي ميسرې چه په منظم ډول خپل ځانونه پريولي ، دکالو او حتی دلوښو دپريوللو لپاره اوبه نه سته ، چه داټول عوامل پر روغتيا باندې ناوړه اغيزه کوي ، دبله خوا دکورنۍ کمزورۍ اقتصاد دوچ کالۍ له وجي کافي غذايي موادو و کموالی لکه شيدې ، غوړي ،غوښه او نورو کمښت دماشومانو او ميندو دخارځواکی سبب سوه . دناروغيو کچه لوړه سوه .
دوچ کالۍ نورې اغيزې :
دهوا مرغان داوبو په لټه کې ياخو دمنځه ولاړه اويا خو نورو ملکو ته کوچ وکړ .
داوبو دکمښت له وجی چاپيريال ککړ سو ، اقليم وچ سو ، دوړې او خاوری دبادونو سره زيات سول او دتودوخې درجه نوره هم توده سوه .
دوچ کالۍ اغيزې به ډير دوام وکړې ، که چيری دخدای تعالی ج په رحم زيات اورښتونه هم وسې ،خو دوچ کالۍ اغيزي به تر ډيرو کلو پر ځای پاته وي ، مثلا يوه دانارو ونه پسله شپږو کالو ميوه کوی ، همدارنګه دانګورو تاک پسله درو څلورو کلونو انګور کوي ، همدارنګه دکوچيانو لپاره درمو او مالونو پيدا کول ډير کلونه ِغواړی .
دوچ کالۍ داغيزو دمخ نيوی لپاره دلويو او وړو ډمونو او ذخيرو جوړول دی ،چه دبارانونو او سيلونو اوبه را مهارکړي او دضرورت په وخت کی استفاده ورځني وشي ، په افغانستان کي کاريزونه يو عنعنوي ډول داوبو دمنابعو څخه دي ، که چيري کاريزونو ته نژدې واړه داوبو ډمونه جوړ سي ،چه دباران اوبه هلته وساتل شي او دکاريز دتقويي سبب سي .
راځی چه دپاک خدای ج په وړاندی ددعا لاسونه پورته کړو چه الله تعالی ج دخپل رحمت بارانونه واوروي او موږ ددې ناورين څخه وژغوري .
",په هيواد کي وچکالي او اغيزي يې
107,حبيب الله غمخور _ مالمو _ سويډن,"
حبيب اله غمخور
سويډن مالمو ۱۹.۱۰،۲۰۰۴
کله چی دامريکا بحري ،ځمکنيو او هواېی قواوو افغانستان د طالبانو دحاکميت د نسکورولو او القاعدي د نړۍ وال تروريستی سازمان دځالۍ دله منځه وړلو پخاطر تر هواېی او ځمکني بريدونو لاندي ونيو ، د خپل بشپړ او بيله قربانيو دبرياليتوب پخاطر ئی دشمالي ټلوالې سره د پردو شاته د CIA دکارمندانو په وسيله چي ډير پخوا لا دپنجشر په دره کي د احمد شاه مسعود سره د گډ کار په منظور ځاي پر ځا ي شوي وه دنوي همکارۍ او گډ عمل پخاطر پروتوکو ل لاسليک کړ ، په راتلونکي حکومت کښي شمالي ټلوالي او يو شمر نورو جنگسالاو ته دلوړو څوکيود ورکولو وعدې ورکړه شوې.",د « ٢٥٧» کاله راپدېخوا دا لمړۍ ځل دی چي افغانان ولسمشر ټاکي
108,خالدهادي,"
ښاغلی حبيب الله غمخورد ١٩٥٦ ز کال د جون د مياشتي پر ١٥مه نېټه د ارزګان ولايت د ترينکوټ په ښار کي نړۍ ته سترګي روڼي کړي دي ښاغلی حبيب الله غمخور د ١٩٥٦ ز کال د جون د مياشتي پر ١٥مه نېټه د ارزګان ولايت د ترينکوټ په ښار کي نړۍ ته سترګي روڼي کړي دي . په ١٩٦٣ ز کال د ترينکوټ د سيدال خان په لېسه کې شامل او په ١٩٧٥ ز کال کي يې پايته وروسول . د کانکور د ازمويني نه وروسته په ١٩٧٦ ز کال د کندهار عالي دارالمعلمين تهشامل شو . په ١٩٧٨ ز کال کې د تاريخ په رشته کې د عالي تحصيلاتو لپاره د پخواني شوروي اتحاد ته ولېږل شو. په ١٩٨٥ ز کال کې د تاريخ په رشته کې د ماسټرۍ د ديپلوم دترلاسه کولو وروسته وطن ته راستون شو. د قومونو او قبايلو چارو په وزارت کې لومړی د مدير بيا د کوچيانو د لوی رياست د معاون او وروسته د ١٩٨٦ ز کال څخه تر ١٩٩٢ ز کال پورې د کوچانو د رياست دنده په غاړه درلوده .
په ١٩٩٢ ز کال کې د نجيب الله د حاکميت تر سقوط وروسته د سياسي اختلاف، هغو ګډوډيو، کورنۍ جګړې او ناخوالو پر اساس چې د ښاغلي غمخور په شان زيات شمېر افغانان يې وطن پرېښودو ته مجبور کړل، نوموړی هم د هيواد پريښودو ته مجبور شو او هيواد يې پرېښود .
ښاغلی غمخور په خپلو ډيرو ليکنو کښي د ځان په اړه داسي ليکي : (( بايد ووايم چې ليکوال، اديب او شاعر نه يم ولې کله کله د ژوند شرايطو او ملي احساس دې ته هڅولی يم چې څه ناڅه وليکم )) .
د ژوند لومړنۍ ليکنې يې په پخواني شوروي اتحاد کې د اقتصادي ستونزو له امله په روسي ژبه پيل کړې چې د هغه ښار د ((کمونار)) او ((ملدوی کمون)) په ورځپاڼو کې او بيا وروسته د سولې او سوسياليزم په مجله کې چاپ شويدي .
په افغانستان کې د خدای بخښلي امين افغانپور د هېواد د وتلي ژورنالست او ليکوال په هڅونه يې د ((هېواد)) ورځپانې او ((جرګې)) مجله کې ځينې مقالې خپري شوي دي .
ښاغلی غمخور د څو کلونو راپه دې خوا د سويډن د مالمو په ښار کي اوسيږي . د سويډن د ديموکراتيکي فضا څخه په استفادې سره يې تلاښ کړی چې په اروپايي هېوادو کې د افغاني کلتوري ټولنو سره په ګډه د افغانستان د کلتور د ژوندي ساتلو، غښتلتيا او افغان جنګځپلي ولس د حقوقو څخه د ملاتړ په خاطر په فرهنګي او سياسي هلو ځلو کې فعاله ونډه اخيستې او له بلې خوا څخه يې کله کله ځينې مقالې ليکلي چې د سويډن د(( پيوستون )) دوه مياشتنۍ خپرونې، (( نوې هيلې ))،دايران - سويډن گډه خپروني « مانا» ،« اواي زن ايران »، ((کيوان افغان )) افغاني نشريه په امريکا کې، د بېنوا ويبپاڼي اوهمدا ډول اريايي، لمر وړانګه او 28 اسد ويبپاڼو کې خپري شوي دي .
فرهنګي کارونه :
په سويډن کي دافغانانو دعلمی او فرهنگي مرکز په مشرتابه جرگه کی د فرهنگي او نړيوالو اړيکو چاري پر مخ بيايي او په سويډن کي د ايران دعلمي او فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگي غړيتوب لري . نوموړی په سويډن کي د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز لخوا خپريدونکې خپروني (( نوې هيله )) چي د ٢٠٠٤ ز کال د سپټمبر په مياشت کښي دوه کلنه شوه ، مسول مدير دی . د ښاغلي حبيب الله غمخور د فرهنګي چوپړونو څخه د بېلګي په ډول دغه لاندني هغه يادولای شو :
١_ په ٢٠٠١ ز کال د جون په يولسمه نېټه دهيواد د نامتو شاعر او سياستپوه ګل پاچا (( الفت )) په هکله نړۍ وال علمي سيمينار جوړونه.
٢_ په ٢٠٠٣ ز کال د مۍ په مياشت کې (( د عبدالباري جهاني سره يو ماښام )) په نامه د مشاعرې غونډه چي د سويډن برسيره د اروپايي هيوادونو څخه زيات شمير شاعرانو ، اديبانو ، او فرهنګپالو په خپل ګډون ښکلې کړې وه .
٣_ نوموړي د اروپاد نورو ښارونو په فرهنګي محافلو او غونډو کې فعاله ونډه اخيستې ده .
٤ _ په ٢٠٠١ کال کښي په اروپا او امريکا کښي دميشته روڼ اندو سره يو ځاي دافغاني روښنفکرانو دنړۍ وال سازمان (ملي جرگي) ټولني په جوړولو کي يې فعاله ونډه درلوده او دهمدغی ټولني دمشرتابه جرگي په غړيتو ب ومنل شو.
٥_د سويډن د قانون په اساس هغه بهرني اوسېدونکي چې په سويډن کې د دايمي اوسېدو حق لري کولای شي چې د هېواد په سياسي اجتماعي ژوند کې فعاله ونډه واخلي، په همدې اساس ښاغلي غمخور هم د سويډن د پارلمان لپاره د ٢٠٠٢ ز کال په ټولټاکنو کې د سويډن د مالمو د ښار د درېو ناحيو د انتخاباتي کمېټې د منشي او په ٢٠٠٤ ز کال په همدغو درېو ناحيوکي په سويډن کښي د اروپا د پارلمان لپاره د انتخاباتو د کمپاين د تبليغ او ترويج د کميسيون د منشي دنده په غاړه درلوده . ښاغلی غمخور وړاندي وايي : ((د همدغو دندو څخه په ګټه اخستلو سره وتوانيدم چې د سويډن په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په سويډن کې د پارلماني انتخاباتو ټول معلومات او ښووني په پښتو ژبه ژباړه او خپاره شي . د اړونده ارګانونو لخوا دا ومنل شوه چې په راتلونکي کښي به هر ځل د نړۍ د نورو لويو ژبو په شان په پښتو ژبه هم د انتخاباتو دکار زار ټول معلومات خپرېږي )) .
ښاغلی غمخور د مساپرۍ په شپو روځو کي د ځان په اړه داسي وايي : ((له هيواد نه ليري والي زه له خپل ميړني ولس او ښکلي هيواد څخه نه يم بېل کړی ،په هيواد کښي دننه د افغانانو د ژوند ناخوالو، ستونزو او زړه بوګنوونکو شرايطو او ملي احساس دې ته هڅولۍ يم چي دافغان ولس د رواحقوقو او په هيواد کښي ددموکراسۍ ، ټولنيز عدالت دپلي کولو پخاطر دنړۍ والو ډله ايزو خپرنيزو وسيلو څخه لکه : راډيو ،ټلويزيون،چاپي خپروني او انټرنټ پاڼو نه پراخه استفاده کړې اودهيواد په سياسی ، فرهنگي ژوند کښي مي د توان له مخي فعاله و نډه اخيستې ده . نوموړی وايي چي زه په دې عقيده يم چي ډير ژر به زموږ په ميړني اوباتوره هيواد کښي د ازادۍ ، عدالت ، او انصاف د لمر وړانکي ټول افغان ولس په خپله توده مينه ونازوي .))
د ښاغلي غمخور يو شمير ليکني همدا اوس هم د بېنوا ويبپاڼي د هنر او ادب _ پښتو ليکنو په برخه کښي لوستلای شئ . ",حبيب الله غمخور
109,سو رغر توخى کندهآر,"
دجمهوري رېاست لپاره کانديد يونس قانوني درايه اچولو پرمهال ددرغليو خبره صرف نظر کړه. نوموړي پر ١٩ دميزان دهغو کانديدانو په ډله کې وه چې داريه اچولو پر مهال يې دانيوکي درلودي چې ګواکي په ځانګړي ډول ديوه کانديد لپاره پټ کمپاين روان وه.اوددوى په وينا بايد داپرسه بياد څه وخت لپاره وځنډول شي .
خو تېره ورځ يونس قانوني دفرانسي خبري اژانس سره په مرکه کې درايه اچولو پر مهال ددرغليو خبره واخيسته دنوموړي په وينا له ټګيو برګيو سره سره چې دده له قوله درايه اچول پر مهال شوي دي خو بيا هم دټاکنو نتيجې منم .""
",له درغيلوسره سره سره انتخابات منم
110,سورغر توخى,"
په کندهار کې تر پرون ورځې پورې دټولو رايو شمېر ٣٠٣٧٢٠چې په دې کې ٢٧٣٢٥٠رايي حامدکرزي وړې دي او پاتې يې ٩٠١١يونس قانوني ،٣٦٢٥ همايون شاه اصفي او پاتې يې نورو کانديدانو وړې دي .
دروزګان دولايت رايي ١٨٨٧٢او دهلمند ولايت دشمېرل شوو رايو شمېر ٤٩٠٦٠ته ورسيد چې ٤٤٣٨٧رايي حامد کرزي ،١٧١٣رايي محمد يونس قانوني او ٥٩١ رايي سيد اسحاق ګيلاني وړې دي .
په سهيل لوېديځ زون کې دانتخاباتو د پروسي مشر ډاکتر همايون په دې اړه وويل :""په کنداهار ولايت کې حامد کرزي د٩٠ فيصده رايو ،په روزګان کې د٧٦ فيصده رايو او هلمند ولايت کې د٩٠فيصده رايو په وړلوسره لومړى مقام ګټلى دى . اوحمحديونس قانوني په روزګان او هلمند ولايتونو کې د٣فيصده رايو په وړلو سره دوهم مقام او همايون شاه اصفي په کندهار کې ديوه فيصد،په روزګان کښي مسعوده جلال د٢ فيصدو او په هلمندولايت کې سيد اسحاق ګيلاني د١ يو فيصد رايوپه تر لاسه کولو سره دريم مقام ګټلى دى .
نوموړي زياته کړه چې دزابل او نيمروز ولايتونو داريه شمېرنې کار پاى ته رسېدلى دى دده په وينا کيداي شي چې نن دکندهار داريو شمېرنې کار هم پاى ته ورسيږي .
دکندهار په ورزشي لوبغالي کې درايه شمېرنې مرکز
په کانتينر کې له ولايتونو څخه د راغلو صندوقونه ډېرۍ
ښځينه کارکونکې درايه شمېرلوځاى ته صندقونه انتقاله وي
په ځېراکت سره درايو پاڼو دسمون کار پر مخ بيايي
",سهيل لوېديځه حوزه کې داريو شمېرنې بهير .
111,,"
(بي بي سي ): افغاني سري مياشتې د بدخشان ولايت د فيض اباد په ښار کښي د معيوبينو ګټندويه پروژه پلې کړي ده. د مرستو په دي پروژه کښي به معيوبينو ته دموټر مينځلو، ګنډنې اوبدلو او داسي نور سامانونه ورکړل شي چې د خپلي خوښي په کسبو نو کښي تري نه کار واخلي. د سري مياشتې يوه سيمه ايز چارواکي د بي بي سي ځايې خبريال ته ويلي چې په پام کښي د دغه پروژي چاري د ايشکاشم او شيوې تر ولسواليو وغزول شي.
",د بدخشان په ولايت کښي د معيوبينوګټندويه پروژه
112,,"
(بي بي سي ): د پکتيا په ولايت کښي د امريکاي سرتيرو د بيا ودانولو ولايتي ډله پي ار ټي د يو ايراني سوداګر په مرسته د ګرديز ښار کښي د يوسلو شپيتو زرو امريکاي ډالرو په لګښت د يتيمانو د ساتنو يوه ودانۍ جوړوي. د پکتيا والي اسدالله وفا د بي بي سي ځايې خبريال ته ويلي چې په دغه ودانۍ کښي به د هلکانو او نجونو د زدکړو او استوګنې جلا جلا ځايونه جوړ شي. د پکتيا والي همدغه راز ويلي چې د يتيمانو په دغه سيمه ايز مرکز کښي به د نورو ولايتونو يتيمانو ته هم استوګنه ورکړل شي.
",د پکتيا په ولايت کښي يو يتيم تون جوړيږي
113,بشيراحمد (ګواښ ) ننګرهار,"
مينه دې نه کړم ستاد ياد لاره مې پرېښودله کاڼي نور نه زغمم د داد لاره مې پرېښودله
نه کافر شوى ووم اونه مې وو وطن هېرکړى مشرمې غل وو دجهاد لاره مې پرېښودله
زه دحالاتو تيندکونو دومره پوه کړم چې دزنده باد اومرده باد لاره مې پرېښودله
دزندګۍ لمبوپوخ کړى يم تردې ملګرېاخ کدرې نه کړم دفرياد لاره مې پرېښودله
بورې هوسۍ راته کټ مټ افغانستان ياداوه غشي مې مات کړل دصياد لاره مې پرېښودله
٢١_١٠_٢٠٠٤ ",دصياد لاره
114,ارواښاد امين الله زمريالی,"
ها څـو څاڅـکي سره يـو سي سمنــدر سي
ها څـو کسـه سره ټـول سي نـو لښــکر سي
هـره ډلــــه چــې يـو يـو سي در پـــه در سي
کـه لښـکر سره فرد فرد سي مات ابتر سي
ته پښتون يې ضعيف نـه يـې سره ټـول سه
دقــوم ګـټــي ته بـيـــدار او يـو کــهـــول سه
",ته پښتون يې !
115,,"
",
116,,"
",
117,,"
",
118,,"
ښکلا دوه کلنه شوه !
د بېنوا فرهنګي ټولني لخوا خپريدونکې دوه مياشتنۍ کلتوري ، ادبي او ټولنيزه خپرونه (ښکلا ) دوولسمه ګڼه له چاپه راوتلې ده او ددې سره سم د (ښکلا ) ښکلاييز يون دوه کلن شو .
د بېنوا فرهنګي ټولني د ويبپاڼي د خپرنيزي او تخنيکي څانګي همکاران د ټولو هغو ښاغليواو اغليو استادانو ، پوهانو ، ليکوالو ، شاعرانو او ټولو هغو کسانو څخه د زړه له کومي مننه کوي چي د ( ښکلا ) په ښکلا کي يې خپلي بې درېغه قلمي مرستي او همکارۍ ونه سپمولې ، او همدا ډول د هغو شازلمو څخه مننه کوي چي په هيواد کي دننه يې پر ځان شپه اوورځ ستونزې وګاللې ، او د افغاني کلتور او فرهنګ د مينانو لپاره يې په ٢٥٦ مخونو کښي يوه په زړه پوري ( ښکلا ) ډالۍ کړه !
( ښکلا ) تاسو درنو لوستونکو ته هم رسيږي ، د زياتو مالوماتو لپاره د بېنوا ويبپاڼي د چلوونکو سره اړيکي ټينګي کړئ ، موږ د خپلوټولو هغو درنو هيوادوالو سره کوم چي نړۍ په هر ګوټ کښي اوسيږي ژمنه کړېده ، ددوی د غوښتني سره سم به موږ د ( ښکلا ) په ور رسولو کي خپلي هڅي ونه سپموو .
( ښکلا ) ستاسو لپاره خپريږي ، او ستاسو په هر اړخيزه همکارۍ پر مخ درومي !",( ښکلا ) دوه کلنه شوه !
119,,"
(بي بي سي ): د پکتيا په مرګز ګرديز کښي د سوداګرۍ د يوه لوي مرګز د ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودل شوه. په پام کښي ده دغه مرکز په دري پوړيزه ودانۍ کښي جوړ شي. او هر پوړ يې له څلويښتو زياتې هټۍ ولري. د دغه سوداګريز مرکز د جوړيدلو لپاره دولت او سيمه ايزو سوداګرو په ګډه پانګه اچونه کړي ده. د دغې پانګې شپيته سلنه دولت او څلويښت سلنه يې سوداګرو ورکړي ده.
د پکتيا والي اسدالله وفا د بي بي سي سيمه ايز خبر يال ته ويلي چې دا به د افغانستان په سويل ختيځو ولايتونو کښي تر ټولو لوي د سوداګرۍ مرکز وي ، چې جوړيدل به يې د سيمې د سوداګريزو چارو د پرمخ تګ سبب وګرځي.
",په ګرديز کښي د سوداګرۍ د يوه لوي مرکز د بنسټ ډبره کيښودل شو
120,,"
",
121,سور غر توخى,"
دهرات ولايت دشنډنډ په ولسوالۍ کې دامريکايي پوځونو يوه چورلکه تېره شپه پر ١١ پجې هغه مهال راولوېده چې دايتلافي ځواکونو په ينا دوى دانتخاباتو دتنظيم دګډ ددفتر يو ټپي دشنډنډ هوايي ډګر ته ليږداوه ،چې نوموړې چورلکه دشنډنډ هوايي ډګر ته نيږدي راوغورځېده .چې تر دامهاله يې دراولېدو علت معلوم نه ده خو په چورلکه کې سورلي دايتلافي ځواکونو دمشرتابه په وينا ټپيان شوي دي چې دامهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ديوه بل خبر له مخې دايتلافي ځواکونو يوه بله چورلکه هم دفراه او غورولايتونو تر مينځ رالوېدلې ده .چې دهغې درالوېدو هم کوم علت نه ده معلوم شوي خو ايتلافي ځواکونو تل په داسي پيښو کې له تخنيکي عوارض انديښنه ښودلې ده .
",دايتلافي ځواکونو دوې الوتکې رالوېدلې دي.
122,سورغر توخى,"
دبغلان دبورې دفابريکې دبيا جوړولو تړون پرون دسپکو صنايعو ، خوراکي موادو وزارت ،دکورنيو او الماني خصوصي متشبثينوتر منځ دګډي پانګي اچوني په بڼه دسپکوصنايعو او خوراکي موادو دوزارت په مقر کې لاسليک شو.ددغه تړون له مخې دبغلان دبورې نوې فابريکه جوړيږي ، او دغه شرکت به په راتلونکو دوومياشتو کې دبغلان په ولا يت کې دفابريکي دبيا حوړولو او دجغندر دکرکيلي درواجولو کار پيل کړي او په راتلونکې کال کې به په عملي ډول ګټې اخيستنې ته وړاندې شي
",دبغلان ولايت دبورې دفابريکې دبيا جوړولو تړون لاسليک شو.
123,عبدالله احسان,"
ننګرهار
په ننګرهار کښي د بېنوا ويبپاڼي د همکار مسعود حُسيني او په کندهار کښي سور غر توخي په لاس د ټولټاکنو د ځينو برخو څخه د اخستل شويو انځورونو څخه جوړ شوی کوچنی البم .
د ننګرهار ولايت د رايه شميرني يوه مرکز ښځينه کارکوونکي
د ننګرهار عامه ولس وخت په وخت دشميرل شويو رايو نوی راپور ګوري
د ننګرهار ولايت د رايي شميرني د يوه مرکز مخته وخت په وخت نوي پايلي په ليکلې توګه .
د ننګرهار ولايت د رايه شميرني په يوه بل مرکز کښي حامد کرزي ته ورکړه شوي رايي
دننګرهار ولايت د رايه شميرني په يوه مرکز کښي حامدکرزي ته ورکړه شوي رايي .
د جلال اباد ښار يوه برخه
د ننګرهار ولايت په يوه سيمه کښي دوستم ته ورکړه شوي رايي .
د ننګرهار ولايت د رايه شميرني د مرکز ښځينه کارکوونکي
هغه توکي چي د رايه شميرني پر وخت کار ترې اخستل کيږي
د ننګرهار ولايت يو شمير هغه رايي کومي چي به د چا په ګټه د شميرلو وړ نه وي .
کندهار
په کندهار کښي د ټولټاکنو په ورځ بې ساری ټينګ امنيت پلی وو .
په کندهار کې درايي شمېرنې لپاره په ورزشي لوبغالي کې جوړ شوى مرکز
د کندهار ولايت د رايه شميرني د مرکز ښځينه کارکوونکي دکار پر وخت
ملالۍ کاکړه چې دښځنيه امينت چارې پر غاړه لري
د(u.n) چورلکه چې له ولايتونو نه کندهارته درايو صندوقونه انتقاله وي
د(u.n) چورلکه چې له هلمند ولايت څخه يې درايو صندوقونه راانتقاله وي .
درايه شمېرنې تر مرکز دباندې دملي اردو سرتيري دتيارسى په حالت کې دامنيت دنده پر مخ وړي .
دکندهار په ورزشي لوبغالي کې درايه شمېرنې مرکز
په کانتينر کې له ولايتونو څخه د راغليو صندوقونه ډېرۍ _ يوه ښځينه کارکونکې درايه شمېرلوځاى ته صندقونه ليږدوي
د کندهار ولايت د رايه شميرني د مرکز کارکوونکي د کار پر وخت
له ښاغليو : مسعود ، او سورغر نه په مننه . ",د ننګرهار او کندهار د رايه شميرني مرکزونه په انځورونو کښي
124,سور غر توخى,"
دامريکا يي مامورين وايي په عراق کې دمخکني اټکل بر عکس بهرني او کورني جنګيالي په عراق کې ډېر زيات دې فعلا دامريکااو داتيلافي ځواکونو پر ضد اصلا ١٢٠٠٠جنګيالي جنګيږي ، دامريکا دفاع وزارت مامورانو خبريالانو ته وويل :"" کيداشي تر ٢٠٠٠٠پورې جنګيالي په عراق کې په جکړه کې شامل وي ، ددغو جنګاليو هستي دبعث ګوند دپخوانيو مشرانو له خو تمويل کيږ ي او نوري پيسې دسعودي عرپيستان او يو شمېر نور اسلامي ملکونو څخه راروانې دې ،چې دسورېې پر لار رااستول کيږي .
",په عراق کې دامريکايي مامورينو انديښنې.
125,فاضل استاد عبدلروف بېنوا,"
د بېنوا وصيت
افغانــــــــــــــــــــــــــــــــــــانو! تر سرتېرو! تورياليو!
قهرمــــــــــــــــــــــــــــــــــانو! هيوادپالو! هوډياليو!
دا سر کښه طوفـــــــــــــــــــانونه چې بيا اېل کـړئ
ياغي شوي فتنې بيــــــــــــــا په امن ښکېل کـړئ
چې مو واک د خپلي مېني بيرته خپل شــــــــــــي
خپل موکور،خپل مو وطن،خپل مو بورجل شي
چې ټغرد استعمار له ملکه ټـــــــــــــــــــــــــول شي
خپل مو امر، خپل مو حکم ، خپل مو بــول شي
ستاسي خپلي اديرې ، خپـــــــــــــــــلي دېرې شي
د پردو داستعمار منګولـــــــــــــــــــــــي پرې شي
چې راټول په خپل نغري بيا افغـــــــــــــــانان شي
افغانان د خپلي خاوري خاونـــــــــــــــــــــدان شي
پرهارونه د وطن لږ څه ملـــــــــــــــــــــــــــــــهم شي
وران کارونه د ملت لږ سره ســـــــــــــــــــــــــم شي
چې د روس له غارتګرو وطن خـــــــــــــلاص شي
د ماســــــــــــــــــکو پر لوټمارانو مو بر لاس شي
چې د خرو لښـــــــــــــــــکرو شوم قدم تر شا شي
بيرته دا کنډواله کړئ وطن ستــــــــــــــــــــــا شي
چې مو کور له ګنـــــــــــــــــــدګيو څخه پاک شي
دفنا د اور طعمه خس وخاشـــــــــــــــــــــــاک شي
دروند وطن د کې جې بې په سپو سپک نه وي
(کشتمند) نه وي، ( نورو) نه وي، (ببرک) نه وي
چې مو کله هغه سر ځـــــــــــــــــــــــوړند په دار کړ
چې وطن يې د کريملين تر ګـــــــــــــــــــټو جار کړ
چې مو کله دغادرو مخان تـــــــــــــــــــــــــــور کړل
دا جګ سري مو ذليل ، رسوا، نســــــــکور کړل
د ولي ناولي مينه چــــــــــــــــــــــــــــــې سپيره شي
په متيازو داجمل ږيره خيشـــــــــــــــــــــــــــته شي
چې بيا بيرته مستقل افغانســــــــــــــــــــــتان شي
کالخوايي د خپل وطن بيا د افـــــــــــــــــغان شي
زما هډونه به دروړئ و خپل وطن ته
مړ بلبل به رسوي وخپل ګلشـــــن ته
ښخوئ به ما په پاک افغانستان کي
د پروټو، ننګياليو په جــــــــهان کي
زما پر شنخته به ليکئ ځلمـــــــيودا:
دلته ښخ دی پردېس شـــــــــوي بېنوا
",د فاضل استاد عبدالروف بېنوا (( وصيت ))
126,سورغر توخى,"
په دې نيږدووختونوکې په کندهار کې دمنډېګک ماڼۍ مخې ته جوړشوى دشمعې په څېر ښکلى واټ که غواړئ غټ يې ووينئ تاسو پر پورتني انځور کليک کولای شئ .
", په سهيل لويديځه حوزه کي درايو شميرنه پاي ته ورسيده .
127,,"
(بي بي سي ): د انټر نټ يوي امريکاي کمپنۍ په افغانستان کښي د انټرنټې اسانتياود يوي پروژې د پرانيستلو تکل کړي دي. د ګروپ ساټنس په نامه دغه کمپنۍ واي چې د شپږديرش ميليونه امريکاي ډالرو په ارزښت د دغې پروژې په پلي کيدو سره به د انټرنتې اسانتياو د کچي په پراختيا سر بيره شاوخوا زرو کسانو ته د کار شرايط هم برابر شي. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د کمپنۍ د دغه تکل هر کلې کړي دي او داي يې په افغانستان کښي د پانګې اچونې لپاره د خوندي شرايطو د رامنځ ته کيدو نښه بللي ده.
",په افغانستان کښي د انټرنټي اسانتياو پروژه
128,عبدالواحد نظري _ جرمني,"
لورکی مي په لومړی ټولګی کي ده. همدا پرون کله چي دښوونځي څخه را غله ، لا يې بکس له شاڅخه نه وکښته کړیچي مخامخ را ته ودريده :
با با زه با يد تا رنګ کم !
حيران پا ته سوم چي ولي ما بايد رنګ کړي ، حتماً زما الوتی رنګ په تشويش کي اچولي ده. نو مي ترينه وپوښتل : لور جاني ولي بايد ما رنګ کړي ؟ ته خو پو هيږي چي زما درنګه څخه ډير بد را ځي .
دي ځير ځير راته وکتل او په جدي تون يې راته وويل زه با يد تا رنګ کړم ، ځکه چي ښوونکي راته ويلي دي .
خبره خرابه وه حتماً ښوونکي هم زما الوتی رنګ په تشويش کي اچوولي وه . بيا مي ترينه وپوښتل: ښوونکي دي وويل چي حتماً بايد ما رنګ کړي ؟
دي بيا په ځير راته وکتل : ته افغان يې ؟
وار خطا سوم دي لکه چي زما پر افغانيت هم شک پيدا سو نو ژرمي جواب ور کړ ؛
ـــ هو افغان يم ...
دا خوشحاله سوه ، نو چي افغان يي بايد تا رنګ کړم ، په دي چي ښوونکي راته وويل چي يو افغان رنګ کړم ...
سر مي وښورا وه ، ښه حتماً بايد افغان وي . په زړه کي مي ډير بد شيان را تير سوه چي ولي دي ښوونکي څه مقصد درلود چي افغان يې د رنګ کولو لپاره انتخاب کړ ی ، ښايي خبره به وه چي موږ هر ګړی خپل رنګ اړه وو.
سر مي دتا ئيد په توګه وښور اوه ، لوري نو چي داسي ده نو مور دي هم افغانه ده نو ولي هغه نه رنګوي، هم به دي دنيا سمه سي او هم به د آخرت ثواب در په برخه سي مور دي بي له هغه پر رنګ مينه ده ، ولاړه سه مور دي رنګ کړه .
لور مي ښه وويل او روانه سوه دپخلنځي خواته ... ولي دستي بيرته را غله ، ويل مور مي وا يي چي ور سه پلار دي رسم کړه چي غټ تور مخ لري .
تازه اوس مي سر خلاص سو چي دا غواړي ما رسم کړي .نو پوز مي ورته ونيوی . دي يوه چوکي را ته را وړه او دکوټي په منځ کي يې راته کښيښوله او تر لاس يې ونيولم ،پر چو کی يې کښينولم او خپله مخا مخ را ته کښينستل . په دوو ګو تو يې پنسل په خپل ښي لاس کي ونيوه او په وار وار يې را ته وو يل : هوښ کوه چي ښور ونه خوري او بوخته سوه .
په ډ ير مهارت به يې يوه ستر ګه وتړل او ژبه به په غا ښو کي ونيول ... ډيرر ا ته په زړه پوري وه ، چي پوه سم ، چي لور ما څنګه ويني.
ډير انتظار مي ويوست تر څو چي رسم مي تمکيل سو .
کله چي مي کاغذ ترينه وا خست واقعاً يې ډير ښکلی رسم کړی وم : غټه خوله ، اوږده تېز _ تېز غاښونه ،کږه غاړه ، سر او غوږونه ډير کو چني، غټ مخ ....
نن چي مي لور دښوونځی څخه را غله نو په ډيره خوښی را نژدي سوه :
پلاره ښوونکي مي رسم ډير خوښ کړ، ويل يې چي په اخبار کي يې چا پوي.
",رسم
129,عبدالواحد نظري _ جرمني,"
سلا
همدا چي له کوره را ووتم ، په مخه را غي ، بله لاره مي نه در لوده ور مخته سوم او ستړي مسي مي ور سره وکړه. ما هم کار در لوداو دی چي له کوره راوتی و نوخامخا ده هم کار در لود. مخه ښه مو سره وکړه او روان سوم .... په دا سبا مي تر غوږ سوه چي ويلي يې وه ؛ دکور له مخه يې تيريدم ،بي غيرته يو د در واغو سمر قندی سلا يې هم ونه کړه ، چي را سه يوه پياله چاي وڅښه . زه خو دده د ډويی وږی نه وم ، دچا زړه خوشحاله کيده ...
بل وار ي چي بيا سره مخا مخ سو ددي بيري چي بيا مي په سل کتا به کا فر نه کړي او خبري را پسي ونه کړي په ډيره مينه مي ترينه هيله وکړه ؛که يوه پياله چی را سره وڅښي ډير به خوشحاله سم ، ځکه چي نور مي نو دتبصري حوصله نه درلوده . بيا يې را سره قبوله نکړه ... په دي سبايې بيا اوازه ګډه کړي وه :
تردي به يې هيڅ سلا نه کولای، ته به وا وايې چي موږحيوانان يو يوه سمر قندي سلايې وکړه او ځان يې تير کړ ...
اخري وار چي مي وليد نوورته ومي ويل چي ولا که را څخه ولاړ سي تر څو کور ته را سره ولاړ نسي تر څو چای را سره ونه څښي او ډوډی را سره ونه خوري او تر غاړي مي ټينګ ونيوی. هرڅه چي مي کش کی ويې نه منل ، عذرمي ور ته وکړ دخدای روي مي ورته ونيوی بيا هم را سره ولا ړ نه ...
فکر مي وکړ چي ځه دا وار مي په پوره اندا زه انسا نيت وکړ ، نور نو تبصره نه را پسي کوي ، خپله يې ونه منل .
ولي په داسبا يې بيا ويلی وه :
ده څه مقصد در لودی چي دونه را ټينګ و چي حتماُ کور ته ور سره ولاړ سم . ",سلا
130, سور غر توخى,"
داعمليات تېره ورځ دزابل ولايت په شمالي ولسوالۍ دايچوپان ولسوالۍ کې ايتلافي ځواکونو په دې موخه چې په نوموړې سيمه کې ددطالبانو جرړې وباسي شروع کړي دي .
خو دځايي اوسېدونکو په وينا چې داڅويم ځل دى چې په دې سيمه کې عمليات کيږي چې تر اوسه هم ملي اردو،دولتي عسکر او ايتلافي ځواکونه په دې ونه توانېدل چې يا خو طالبان ونيسي او يا يي ورک کړي ، ځآيي اوسېدونکو په دولتي عسکر و چې په چوپان او خاک افغان ولسوليو کې يې دوه اوونۍ وړاندې عمليات کول داتور لګوي چې ددوى له کورونو څخه يې چې څه هستي يې درلوده لوټ کړي دي .
خو دولت چارواکي دارده وي چې ددوى ځواکونه له کورنو څخه دتلاشيو په وخت کې ځيني دکار وړ اشيان او يا هم پسي وړي او په سيمه کېچې هر ځل عمليات کيږي دوى منلې ده .
خو ديادولوړده چې په دې ورستيو کې د ٢٠٠٠په شاوا خوا کې کورنۍ يو ځل بيا پاکستان ته په کډه کولو مجبوره شوې دي چې دا کورنې له نوبهار،. شينکۍ ،اټغر او چوپان ولسواليو څخه روانې دي چې په يادوشويو سيمو کې دجګړو له کبله ژوند ورته نور ناشونى ښکاري .په نوموړو سيمو کې طالب تل ځايي اوسيدونکې په دې وهي ترټي چې ددولت ملاتړي دي او دولتي ځواکونه يې بيا په دې تر کوتکو لاندې نسي چې دوى له الکايده (القاعده) سره په خوراک څښاک کې مرسته کوي .خو اوسيدونکي مجبوره دي چې هم دولتي سرتېرو اوهم چې ددوى کليو ته راځي طالبانو ته ډوډۍ ورکړي او که يې ور نه کړي خامخا يا دطالب او يا دولت په تور وهل کيږي وژل کيږي .
په دې ورستيو کې داسي ډېري پيښې وشوې چې ايتلافي ځواکونو کليوال خلک دطالبانو دمشرانو او ملاتړو په تور بګرام ته يوړل او طالبانو بيا له دولت سره دهمدردي په تور وهلي او حلال کړي دي .
چي په دې ټولو کې دچوپان دولسوالۍ دکټو دکلي دوه وروڼه ديادولووړدي چې مشر وروريې ايتلافي ځواکونو دتروريست په تو ر ونيوى او بندي يې کړ او کشر ورو يې طالبانو ددولت دجاسوس په تورله ځانه سره بوولى دى.چې تر اوسه پورې ددواړو وروڼو دمرګ او ژوند درک هم معلوم نه دى .
",دزابل ولايت ددايچوپان په ولسوالۍ کې ايتلافي ځواکونو سخت عمليا ت پيل کړي دي.
131,,"
(بي بي سي ): د يوسلو شلو زرو امريکاي ډالرو په لګښت د هرات په ښار کښي د ميرمن حياتي په نوم د يوه ښوونځي د جوړولو کار پيل شو. دغه ښوونځې چې په دري جريبه مځکه کښي جوړيږي لګښت يې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان او د امريکا پرمختيا يې ادارې ورکړي چې په دري مياشتو کښي به يې د ودانولو چاري بشپړي شي. د دغه ښوونځي په جوړيدو سره به په سلګونو هلکانو او نجونو ته د زدکړو شونتياوي برابرې شي. د ښوونکو د کمښت برسيره د ښوونځيو د ودانيو کم والي هغه لويه ستونزه ده چې په افغانستان کښي د پوهني سستم ورسره مخامخ دي.
",په هرات کښي د يوه ښوونځي د جوړولو کار پيل شو
132,,"
",
133,صالحزاده,"
د صالحزاده ليکنه ٢٧_ اکتوبر _ ٢٠٠٤
په افغانستان کې په لمړي ځل دولسشمرۍ ټولټاکنې د ميزان دمياشتې په 18 نيټه تر سره شوي ،دا ټولټاکني په داسې حال کې تر سره شوي چې له يوه طرفه دهيواد په جنوبي سيمو او او لويو ښارونو کې دطالبانو لخوا دنا امنۍاو دټولټاکنو دګډوډ کيدلو ګواښونه کيدل او له بله طرفه د ولسمشرۍ هغو نامزادانو دا ګواښونه کول که چيري کرزی د ټولټاکنو وړاندې استعفا ورنکړي نو ټولټاکنې به تحريم او بايکاټ کړي، او تر ډيره سياسي شنونکي هم پدې نظر وو چې دهيوادامنيتي وضعيت د ټولټاکنو لپاره مناسب ندي. خو په هر صورت داټولټاکني تر سره شوې دا چې ددې ټولټاکنو پايلي به څه وي او داچې دخلکو او ملت د غوښتنو او هيلو ځواب به وويلی شي او که نه دا به پريږدو راتلونکي وخت او زمان ته ، خو هغه څه چې زه غواړم وليکم اولوستونکو ته يې وړاندې کړم هغه زما شخصي نظر او دسترګو ليدلي حال دی چی څه موده مخکې افغانستان ته تللی وم.
لمړی :
دولسمشری دکانديدانو لنډه ارزونه :
که چيرته دکانديدانو نومونواو تير سياسي ژوند ته وکتل شي نو له ورايه معلوميږي چې دا ښاغلي تر ډيره دملي کرکتر او ملي روحېې څخه بې برخې کسان وو اودي. او يا د هيواد په دغو ورستيوخونړيو کورنيو جګړو کې په مستقيمه ټوګه ښکيل اولاسونه يې دملت په وينو سره دي، لکه جنرال دوستم ،محقق ، يونس قانوني ، احمدشاه احمدزی او سيد عبدالهادي دبيراو مرستيالان يې.او يو شمير نور بيا هغه ناپيژندل شوي څرې دي چې تر اوسه پورې دهيواد په سياسي صحنه کې چا نه پيژندل اودچا په خبره چې دوې غواړي دسلو شپو مزل په يوه شپه ووهي. لکه وکيل مڼګل ،محمد ابراهيم رشيد، عبدالحسيب ارين او نور . خو يو شمير هغه عقده ي سياسي څيرې دي چې دځينو په وينا تر غرمې يې په ځان نيت بد دی اوتر غرمې ورسته پر بل لکه لطيف پدرام او حفيظ منصور . په کانديدانو کې ديو ميرمنې نوم هم تر سترګو کيږي چې اغلې مسعوده جلال ده نوموړي دسياسي زړه ورتيا په درلودلو سره ټولو نړيوالو ته وښودله چې افغاني ميرمنې ددې جوګه دي چي دهيواد په سياسي پروسه کې فعاله ونډه واخلي ، او نوموړي په لمړۍ استراري لويه جرګه کې هم دکرزي په وړاندي ودريدله او دافغاني ميرمنو په استازيتوب يې خپل غږ دنړيوالو غوږو ته ورساوه. زما په اند په پورتنيو يادو شويو کانديدانو کې يواځې کرزی وو چې هم دنړيوالو ،امريکامتحده ايالاتواو څه ناڅه په هيواد کې دننه د عامه وګړو د ملاتړ څخه برخمن وو، دا په دې مانا نه ده چې په هيواد کې دسياسي او ملي شخصيتونو او رجالو قحطي راغلې، بلکه دهيواد سياسي بهير تر ډيره دنړيوال سياسي،اقتصادي او نظامي وضعيت او په سر کې دامريکادمتحده ايالاتو دملي ګټو دسياست تراغزې او سيوري لاندي پرمختګ او وده کوي ،او د ډيرو په اند په اوسني سياسي خاص حالت کې دکرزي ملاتړ يو پرځاي اومناسب انتخاب وو ؛ او د دري ژبې متل دي چې وايي:(دربين کورا يک چشمه پادشاه است).
که چيرې دخلکو ګډون ته په ټولټاکنو کې وکتل شي نو په سلو 75 ٪ وګړو په دي انتخاباتو کې پراخه ونډه واخيسته او راتلونکو ټولټاکنو ته يې لاره پرانيستله ، هغه خاموشه اکثريت ورسته له کالو نړيوالو ته وښودله چې عامه وګړي ددموکراسۍ پلوي او دولس واکۍ په پلوي يې خپلې رايي استعمال کړې اونور دجګړو او جګړه مارانو څخه ستړي شويدي. دا چې راتلونکی دولت به دخلکو درايو درناوی وکړي او که نه؟ او که بيا به دخلکو غوښتنو ته شا کړي او دخپلو شخصي او تنظيمې ګتو دلاسه ته راوړلولپاره به هغه پخوانۍ لاره بيا غوره کړي.
دوهم:
اياپه ټولټاکنو کې په ريښتيا په لوی لاس درغلۍ او سرغړونې وشوې ؟
لکه څنګه چې وړاندې يادونه وشوه دهيواد په سلوکې پنځه اويا وګړو په ټولټاکنو کې ګډون وکړه . اونوموړې ټولټاکنې دميرمنو دګډون له پلو هم بېساري وې او په 40٪سلو کې څلويښت ميرمنو پکې ونډه درلوده. او له بلې خوا د تلې دمياشتې ټولټاکنې دهيواد په اوسني سياسي وضعيت کې يو لوی ګام وو. دا په دې مانا چې دهيواد هغه جګړه ماري ډلې او تنظيمونه يې دسياسي پروسي منلو ته مجبور کړل چې مخکې لدې يې دهر سياسي جوړ جاړي سره مخالفت کاوو ، اما اوس دې ته اړايستل شويدي تر څو دخپلو سياسي هدفونو تر لاسه کولو لپاره دوسلې په ځای دخلکو رايو ته مخه کړي.او دا دهيواد په سياسي معاصر تاريخ کې يو لوی پيشرفت او پرمختګ دی.
که چيرې راشو دولسمشري دکانديدانو نيوکو او ګوتنيونو ته چې په انتخاباتو کې ديو مشخص کانديد په ګټه لاسوهنې او درغلی شويدي نو بايد ووايو چې ايا په رښتيا هم په دا لويه کچه او پيمانه لاس وهني او سرغړونې ديو مشخص کانديد په ګټه تر سره شويدي ؟ او که شويدي په کومه کچه ؟ ايا داتقلب او درغلۍ دټولو ټولټاکنو مشروعيت دګواه سره مخامخ کوي او که څنګه؟ او ايا دا ټولټاکنې نمايشې ټولټاکني وې ؟ ايادټولټاکنو مشروعيت اومليتوب هراړخيز دی او که نه؟ ددې پوښتنو دځوابونو دپيدا کولو لپاره تر ډيره کوښښ کوم چې بې پرې قضاوت وکړم او دهيواد دسياسي وضعيت په پام کې نيولو سره ورته مناسب ځواب پيدا کړم.
که چيرې په هيواد کې تيرو دريو لسيزو ته ځغلند نظر وکړو ، نو له ورايه معلوميږي چې نه دثوردکودتا ه مخکې يعنې د مرحوم داودخان په وخت کې او نه دثور کودتاه وروسته دخلقيانو او پرچميانو په وخت کې د هيواد سياسي مشران دټولټاکنو له لاري انتخاب شوي ،بلکه دکودتاه ګانو له لارې او يا دبهرنيانو په مستقيمه نظامي مداخله سره يې په زور ځان په ملت او خلکو تپلی وو ؛ ددموکراسي چيغې وهل کيدلې خو سوټی کراسي اومطلقه ديکتاتوري وه اودهيواد سياسې او نظامي واک د يو ګوندپه قبضه کې وو ،او هر څه ديوګوند لپاره وو اوبس. کومې ټولټاکني چې دولسي جرګې لپاره د ډاکتر نجيب الله په وخت کې تر سره شوي هغې هم نمايشي بڼه درلودله او ددولت مخالفينو ددولت سر دسياسي جوړجاړي څخه ډډه کوله اوله نظامي لاري يې دهيواد دسياسي کشالې په حل باندې ټينګار کاوه .کله چې په اسلام مين مجاهدين په 1992کال کې په کابل وروختل او روس پلوی دولت يې رانسکور کړه نو دسياسي قدرت دتر لاسه کولو لپاره يې دکابل ښار په کنډواله واړه وو او په لسګونو زره دکابل ښاريان يې شهيدان اوبې کوره کړل. دسياسي قدرت دساتلو او لاس ته راوړلولپاره يې دشوراي حل وعقد په نامه نمايشي غونډې را وغوښتلې تر څو خپلې شومې واکمنۍ ته نمايشې مشروعيت ورکړي . طالبانو خو دخپلې سياسي ايډيولوژۍ په بنسټ دټولټاکنوسره مخالف وو او ددايم العمراسلامي خلافت غوښتونکې وو ؛اود امير المړمنين په نامه دهيواد دسياسي واک مستحقين يې يواځې ديني علمان ګڼل او بس.
رابه شو دتلی دمياشتې ټولټاکنو ته . داټولټاکني د ټولونيوکو سره سره بې پرې ،خپلواکه،اود ملي اونړيوال مشروعيت درلودونکې ټولتاکنې وي.د هيواد څخه بهر په پاکستان او ايران کې ميشت افغاني کډوالو پکې په ډيره مينه ګډون وګړه، او دهيواد دننه ټولو هيوادوالو دخپل ځان په بيه په دغه ملي حرکت او سوله ايز انقلاب کې فعاله ونډه واخيسته او دوسلوالو ډلوسره يې دمخالفت په بڼه خپله رايه د رايو صندوق کې واچوله . يوه خبره بايد له ياده ونه باسوچې په هيواد کې تر اوسه دبی وسلې کيدلو پروسه نه ده بشپړه شووې، او په اوسنۍ کابينه کې ډير هغه جګړه ماران لوېې چوکۍ او دندې لري او دهيواد په لويو ښارونو کې لا تر اوسه جنګسالاران حکومت کوي او دهيواد سياسي کړی اوډلې ديوسياسي پروسې جوګه نه ښکاري او تر ډيره غواړې چې دخشونت له لارې خپلې غوښتنې په نورو ومني ، په دولت کې يو لوی مافيايي بانډ رامينځه ته شويدی چې د جګړه مارانو په مستقيم ملاتړ د عامه او شخصي ملکيتونو دغصبولو اودنيشه يي موادو قاچاق او دغيرې دولتي مړسسو له لاري هغه نړيوالو کمکونه چې دهيواد دبيا جوړونې لپاره دافغانستان ملت سره مرسته شويده دځان په ګټه تري ناوړه ګټه واخلي، او ديو قوي او پياوړي او ملي دولت د تاسيس په لاره کې خنډونه را مينځه ته کوي. دا چې نړيوال او په ځانکړې تو ګه دامريکا متحده ايالات څه وخت ددغو بې سرو اوخپل سرو جګره مار څخه خپل ملاتړ بېرته اخلي ؟ دا نه ده معلومه خو دعامه خلکو دصبر کاسه نوره ډکه شويده .
1:_ پدې کې شک نشته چې په ټولټاکنو به تر يوې اندازې درغلی او تير وتنې شوي وي خو ددې تيروتنو او درغليو عاملين هم معلوم دي:دټولټاکنو هغه کارکونکي چې شمير يې 120000 تنو ته رسيدو په لازمه توګه ورته زده کړه او روزنه نه وه ورکړل شوي ؛او تر ډيره يو شميرهغه کسان دشخصي پژندګلوي او دډالري معاش د تر لاسه کولو په نيت په دغه پروسه کې شامل شول چې دپوره ليک او لوست څخه بې برخې وو . او پدې پروسه کې يو تعداد داسې کسان هم وو چې ددغې پروسې دسبوتاژ په نيت لاس پکار شوي وو.
2:_ پدې کې هم شک نشته که وغواړو او که ونه غواړو نوموړي کارکونکي هرومرو دسياسي ډلو په طرفدارۍ او پلوۍ د خپل توان په اندزه په ټولټاکنو کې لاس وهنې او سرغړه ونې کړېدي، او دا پداسې يو هيواد کې چې لا تر اوسه کورنۍ جګړه نده پای ته رسيدلې او ملي اعتماد دقومونو ترمينځ په پوره پيمانه ندی موجود ،نوپداسې ټولنه کې دا يوه عادي خبره ده؛او بدون له شکه دا لاس وهنې دټولو کانديدانو په ګټه تر سره شويدي نه د يو کانديد په ګټه.
3:_ دافغانستان ټولټاکني دبهرنيو او اورپايي څارونکو تر مستقيمې څارنی او نظارت لاندې تر سره شوې او هيڅ يو بې پرې څارونکې په لوی لاس ددرغليو پخلی ونکړو، يواځې دکانديدانو استازيو دا ډنډورې وهلې او درې متل دی چې وايي :(ازکاه کوه ميسازد) ګواکې 200000 سپيني پاڼې په بهرنيو اتباعو باندي په کندهار کې ويشل شويدي ،زه نه پوهيږم چې دا دوه لکه خلک څنګه او له کومې لاري هيواد ته راغلل او دا دومره لويه درغلي او لاس وهنه دټولو نړيوالو خبريالانو د سترګو څخه پټه پاته شوه او دا بهرنيان په کوم هوټل او يا په کوم کمپ کې ميشته شوي وو ؟.
4:_زه نه غواړم له کرزي دفاع وکړم اوزه دنوموړي په دغه دری کلنه دوره باندي تر ټولو ډيرې نيوکې لرم او په راتلونکو 5 کلو کې هم ددې هيله نلرم چې ښاغلی کرزی د پدې وتوانيږي چې په هيواد کې د يو پياوړی او ملي نظام رامنيځه ته کړي او دغه موجوده اداري او مالي فساد ته دپاې ټکی کيږي ،اويا د بيا جوړوني په کار کې دپام وړ پرمختګ تر سترګو شي. خو دا ويل غواړم چې دولسمشری يوشميرښاغلي کانديدان هم زموږ ملت او خلکو په داورستيو کلنو کې يو ځل ازمايلي دي او( ازموده را ازمودن خطاست) ايا قانوني او احمدشاه احمدزي دشوراې نظار او جميعت او اتحاد اسلامي د شومې واکمني په محال دګلبدين ،مزاري اودوستم سره په خونړيو جګړو کې څه ونکړه ؟ محقق په کابل او مزار کې څومره بې ګناه پښتانه او تاجيکان تر خاورو لاندې کړل؟ دوستم دکارمل او نجيب الله دواکمنۍ په محال په کندهار، لوګر ،ميدان ښار، او پغمان کې دکوم ناروا عمل څخه لاس نيوی وکړه؟ او بيا دمجاهدينو دواکمنی په محال په مکروريانو،جاده ،کارته نو او دهيواد په شمالي ولايتونو کې دچاه په سر ،مال او ناموس رحم وکړ؟
دريم :
دټولټاکنو قومي او ملي اړخ:
څو ورځې وړاندې ښاغلي محقق په يو مرکه کې وويل چې ټولو هزاره ورڼو ماته رايه راکړي او داټولټاکنې قومي ټولټاکنې دي. که چيرې داخبره ريښتيا وي نو دهزاره ورڼو فيصدي په هيواد کې ٪12 فيصدوپه شا او خواکې ده او مخکې لدې مزاري او ددوي ګوند پردې ټينګار کاوه چې هزاره وروڼه په هيواد کې ٪ 30 په سلو کې دي، دا پداسې حال کې چې هزاره ورونو دننه په هيواد کې تر ټولو نورو قومونو ډير دنوم ليکنې،کارت اخيستنې او رايه ورکولو په پروسه کې فعاله ونډه اوبرخه واخيستله . په ايران کې هم تر ډيره هزاره ګان وروڼو دايراني دولت دکډوالۍ (شنه )کارتونه درلودل او دکورنيو سره يو ځاي هغلته ميشته وو ،او درايو ورکولو چانس يې دپښتنو اوتاجيکانو په نسبت ډير زيات وو.په پاکستان کې هم په ډير شمير هزارګان ميشته دي اودکوټې په ښار کې پاکستاني الصل هزاره ګان هم ډير په دولتي او اقتصادي دندو بوخت دي او پدې کې شک نشته چې دپاکستان هزاره ګانو هم په پراخه پيمانه په رايو کې ونډه واخيسته او دا مسله په خواشينۍ سره دخبريالانو اوڅارونکو له سترګو پټه پاته شوه. نو بيا دښاغلي محقق په حساب تاجيک وروڼه 17٪ په سلوکې او ازبک 10٪ په سلوکې او پدي حساب دهيواد نور لږکې په سلو کې ٪5 دي نو پدې حساب پښتانه په هيواد کې په سلو کې56٪ فيصده دي او بايد هم وي . راځې دهيواد دمليتونو داستوګنځايونو او جغرافيايي محل ويش په بنسټ دټولټاکنوبهير ته ځير شو او دکانديدانو درايو جغرافيايي او قومي مرکزنو ته مراجعه وکړو :
%
رايې
سياسي ګوندونه
کانديد
٪٥٥٫٣
٤٤٢٩٤٩٧
مستقل
حامد کرزئ
٪١٦٫٣
١٣٠٧١٧٥
د افغانستان د ملی غورځڼ گوند
محمد يونس قانوني
٪١١٫٦
٩٣١٥٧٠
مستقل
حاجي محمد محقق
٪١٠٫٠
٨٠٤٧٣٩
مستقل
عبدالرشيد دوستم
٪١٫٤
١١٠٠٨٢
د افغانستان د ملی گڼره گوند
عبدالٌطيف پدرام
٪١٫٢
٩٣٢٩٩
مستقل
مسعوده جلال
٪١٫٠
٧٩٧١١
د افغانستان د ملی پيوستون غورځڼ
سيد اسحاق ګيلاني
٪٠٫٨
٦٠١٣٤
مستقل
احمدشاه احمدزئ
٪٠٫٤
٣٠١٢٨
مستقل
عبدالستار سيرت
٪٠٫٣
٢٦١٨٨
مستقل
همايون شاه آصفي
٪٠٫٣
٢٤٢١٩
د افغانستان د خپلواک گوند
غلام فاروق نجرابي
٪٠٫٣
٢٤٠٢٩
مستقل
سيد عبدالهادي دبير
٪٠٫٢
١٩٧٠٣
مستقل
عبدالحفيظ منصور
٪٠٫٢
١٨١٥٧
مستقل
عبدالهادي خليل زئ
٪٠٫٢
١٥٩٢٨
مستقل
مير محمد محفوظ ندايي
٪٠٫٢
١٣٧٨٧
مستقل
محمد ابراهيم رشيد
٪٠٫١
١١٧٤٨
مستقل
وکيل مڼل
٪٠٫١
٨٣٥٧
مستقل
عبدالحسيب آرين
٪١٠٠٫٠
٨٠٠٨٤٥١
د رايو ټولې قانوني پاڼې
١٠٤٣٠٤
د رايو غير قانوني پاڼې
٨١١٢٧٥٥
د رايو ټولې پاڼې
١ _ حامد کرزی
دګټلو رايو شمير ٤٤٢٩٤٩٧.
<>ښاغلي کرزي په ټولو تاجيک،ازبک او هزاره ميشتو سيمو کې نيږدې 450000 په شا او خواکې رايې تر لاسه کړي چې دکرزي درايو 7٪ په سلوکې رايې جوړه وي . او نورې پاته 4000000رايي ټولي دپښتنو او دهيواد دنورو لږګيو دي",( ټولټاکني ) داګز او داميدان
134,,"
",
135,,"
",
136,,"
(بي بي سي ): په ملګرو ملتونو کښي د ماشومانو د ملاتړ صندوق يو نيسف په يوه څيړنه کښي د افغان ښځو او ماشومانو د وضعې ارزونه کړي ده او هغوي ته په ټيټه سويه روغتياي خدمتونو انديښنه ښودلې. په افغانستان کښي د دغې ټولنې مشر وحيد حسن د مزارشريف په ښار کښي د خپلو څيړنو د ارزونو په ډاګه کولو سره ويلي دي چې په دې هيواد کښي د زيږون پر مهال د هرو لس زرو ښځوڅخه يوزرو شپاړس يې مري. دغه راز يې ويلي چې په هر ساعت کښي د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کښي د مختلفو ناروغيو له کبله له پنځلسو کلونو څخه په ښکته عمرکښي ديارلس ماشومان هم خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو ښاغلې حسن واي چې د نړيوالو مرستود ډيرولو په وسيله د خلکو د روغتيايې خدمتونودغه حالت بدليدلې شي.
",يونسف په يوه څيړنه کښي د افغان ښځو او ماشومانو د وضعې ارزونه کړې ده
137,اتل وردگ,"
تا سره مينه كوم !
سپين مړو ندو نه يي
تا و كړل زما له غا ړي
او خپلي مستي شرابي سترگي يې
زما سترگوكي
ښخي كړلې
تا سره مينه كوم !
ما يي د دې لوظ ا نتظار در لود
چي يي ناڅا په
راته وويلي اه :
( درسره ټوکي کوم )
كا بل كارته پروان ",تاسره مينه کوم !
138,ن - اکيس - کابل,"
ن - اکيس - کابل
کرزى صيب ! او درنو قاضيانو!
تاسو دهغې ١٢ کلنې ا نجلۍ ( رحيمه ) چې له کندز نه تښتول شوې وه اودڅو تنو له خواپرې دنه ويلو کارونه شوي وو ، خبرې واورېدې ؟ دهغې څنګه دهماغه حالت په اور يد لو ستو نى بند شو ، دهغې سترګو ته به هغه وخت خدازده کومه صحنه را غلي وي چې له بيانولو نه يې الفاظ وشرمېدل او په چيغو بدل شو ل .
درنو جنا بانو تا سو په محکمه کې دهغې دمور او پلار ژړه غوني غږونه واورېدل ، چې خپل او لاد ته يې نه شو کتلاى له خپل ژوند نه ستړي وو خو لاهم له مجرمانو ډارېدل او ويل چې لا په دغه اسلامي او دمو کراسي نظام ( !) کې تر ګواښ لا ندې دي .
دولس حاميانو !
تا سو هغه مهال دمجرمانو جرئت وليد ، څنګه يې له خپلو ځانونو دفاع کوله او څنګه يې ستر ګې سرې وې ؟
تا سو څه موده وړاندې دکندهارۍ خويندو او ميندو له ژړا ګانو خبر شوئ ، تا سو واوريدل څنګه دهغوى سترګو ته دخپلو تنکيو وروڼواو زامنو په وينو ککړ بدنونه وغورځيدل او تا سو ؟ ؟
کرزى صا حب ، نه دى ملامت هغه تراوسه او لاد نه لري او ديو ه هغه پلار احساسات نه شي در ک کولاى چې په اولاد يې تيرى کيږي او يا ټوټه –ټوټه دکور مخ ته غورځول کيږي .
خو په دې پلمه هغه نه شي خلاصيدى ، ځکه نوموړى دهغو ميندو او پلرونو په رايه دواک په ګدۍ نا ست دى چې ، نن يې اولادونه تښتول کيږي او په تنکيو اولادونو يې وحشيانه تېرې کيږي .
کرزى ، شايد داهم ووايي چې په دولت کې يې مجرمانو ته سخته سزا اورول شوې ده ( ٢٠ کاله بند ) خو ايا که دى پلار شي او يا دکور په کوم بل غړي يې ورته عمل وشي نو په دغې سزا به يې دغچ لمبې سړې شي ؟
او بل کرزي صيب تراوسه ليدلي چې دافغانستان په دولت کې دى ٢٠ کاله څوک بندي پاتې شي ؟ ايا کوم نظام دلته دومره عمر کړى ؟
قاضيانو تا سو چې دمجرمانو کړنې او د مظلومو چيغې له نږدې او رئ او ځانونه داسلام ددين قاضيان بولى تا سو داحق لرئ چې ، حدود بدل کړئ ؟ په قران کې دهغه چا له پاره چې ښځه ولري او بيا زنا وکړي شل کاله بند ټا کل شوى ؟؟
تاسو حدود بدل کړل او په دې تو ګه مو دقرا ن احکام له اساسي قانون نه هم ټيټ راو ستل ،ايا دقرانکريم له پريکړې پرته په بل شي حکم ښکاره .... نه دى ؟ : (( ومن لم يحکم بما انزالله فا ولئک هم الکافرون . )) څوک چې دخداى له کتاب پرته حکم کوي نو دوى کافران دي . ))
داساسي قانون دمادو دتعديل له پاره دلويې جرګې راغونډول ضروري ښودل شوي ، خو تا سو دحدودو دتبديل له پاره دا کار هم ونه کړ .
تا سو شايد ديو فشار له مخې دغه پريکړه کړې وي ، ايا دغه فشارستاسو تاريخي اوشرعي مسوليت ادا کولاى شي ؟
په جرئت ويلى شم چې ستا سو دغه کمزور ې پريکړې به نه يوازې دا چې دخلکو زړونه له موجوده نظام او د ميلينونو انسانو په وينه دساتل شوي دين ( اسلام ) نه ساړه نه کړي بلکې مجرمانوته به هم دزمري زړونه ورکړي او بيا به هغه وخت دا درک کړي چې دهغو پلرونو او ميندو په موقف کې راشئ چې په کو چنيانو يې جنسي او نور نا وړه تيري کيږي .
مونږ ددې وطن يو او دقانون له مخې حق لرو چې خپل نظرونه څرګند کړو ، مونږ په ډاګه وايو چې دغه ډول پيکه او مصلحتي نظام زمونږ ددين ا و ملت سپکاوى دى ، مونږ يو شرعي او انساني کرامتونو ته په ارزښتونو ولاړ نظام غواړو .
دغه ليک دهغې ١٢ کلنې نجلۍ دتښتونکوودمحاکمې په سبا ليکل شوى وچې ، نږدې دوه اوونۍ وړاندې په ستره محکمه کې يې محاکمه وشوه .
. ",د ولسمشر حامد کرزي په نوم (سرخلاصی ليک)
139,نورزيه حقيار - ننګرهار,"
نورزيه حقيار - ننګرهار سور رود درونټه
دبي بي مريم دلېسې دشپږم ټولګی زده کوونکې
هوايي پوهنځى
دټولګي په ټولو مضامينو کې مې له جغرافيې سره خاصه مينه وه
د هيواد په اړه دهر درس په لوستلو به مې داسې محسوسوله چې،دا هر څه ټول زما دي او دا مې تر ټولو لويه هيله وه چې ، دخپل هيواد دغرونو، سيندونو دښتو ، بيدياوو ، لويو ښارونو او ولاياتو برسېره دنړۍ مشهور غرونه او سيندونه هم ووينم ، همدا چې، په کټ کې به مې سترګې پټې شوې نو بيا به مې کله دهيلۍ په څېر دکوم سيند په غېږ کې لامبو وهله او يابه مې د شاهين په څېر دکوم غره له پاسه دورې وهلې. خو دا هم سخته ده چې، دومره ډېر ځايونه ووينم که څه هم ناممکنه نه ده خو ډېرې پيسې او ډېر وخت ورته په کار دىاو ما ته خو دا امکانات يو هم برابر نه وو. داسې مې ګڼلې وه چې ، زما دسياحت دا لوى شوق به هغه وخت ښه پوره شي چې ، زه هوايي سفرونه وکړم او پيلوټه شم . زموږ دجغرافيي ښوونکې لينا جانه ډېره نرمه او مهربانه ښځه وه ښايي ددې نرمو اخلاقو او تشويق به هم له جغرافيي زما مينه پيدا کړي وي يوه ورځ په ټولګي کې په دې بحث راغى چې له دولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته دچا کوم کوم پوهنځى خوښېږي چا به طب ښوده چابه انجېنري چا به ژورناليزم او چا٠٠٠ کله چې زما وار راغى نو ليناجانې استادې راته مخ راواړاوه : (( ووايه که نه خورې! ستا کوم پوهنځى خوښېږي؟ )) ما ورته وويل زه غواړم چې، پيلوټه شم دهيواد غرونه اوسيندونه وګورم، واورې او طبعي منظرې ووينم ، نوره نړۍ ووينم نو زما هوايي پوهنځى خوښ دى له همدې سره مې ټولو همصنفيانو په کړس کړس وخندل دومره يې وخندل چې، بيخي يې په خپلې خبرې پورې خجالته کړم يوه به ويلي چې زينت نور په مځکه نه ځاييږي هوا ته الوزي . بلې به راغږ کړ داهمدا اوس هم هوايي ده . بلې به غږ کړ زينت هوا ته الوزي ٠خو لينا جانې استادې دا ټولې غلې کړې ، پټکې يې پرې وکړې ، او ماته يې وويل چې افرين خورې ډېرښه مسلک دې انتخاب کړى دى زما هم له پيلوټۍ سره ډېره مينه ده خوتراوسه ما ته دا زمينه برابره شوې نه ده دالس کاله په وطن کې جنګ او جګړې وې او دانجونو لپاره خو پرېږده حتى دهلکانو لپاره هم هوايي پوهنځى نه وواوس ما هم هوډکړى چې، هوايي پوهنځي ته امتحان ورکړم او ويې لولم . بحث ختم شو او درس مو پيل کړ،نن له خوبه هم ناوخته راپاڅېدم، هسې مې چورت خراب وو ، ټول ځان مې سست وو لکه ګنګسه چې واوسم هېڅ کار ته مې زړه نه کېده . تصميم مې ونيوه چې نن به کرار خوب کوم، نه مکتب ته ځم او نه کورس ته خو چې، دښوونځي تقسيم اوقات مې وليد نو اول ساعت مو جغرافيه وه په بېړه مې دکتابونه کڅوړه واخسته او ښوونځي ته مې منډې پيل کړې . ددرسي ساعت پنځلس دقيقي تېرې وې چې ،ښوونځي ته ننوتم ما ويل سرښوونکې به نن هم د وره په خوله کې لښته په لاس ولاړه وي او دناوخته تګ په جرم به مې څولښتې ووهي خو نه سرښوونکې ولاړه وه او نه بل څوک په مکتب کې چوپه چوپتيا وه نيغه خپل ټولګي ته وختلم ماويل چې،د سر ښوونکې له وهلو خو خلاصه شوې خو لينا جانه استاده خوبه دې ښه ورټي ځکه مې خپل مخ ښه تاو کړ او دخجالت او ملامتۍ له بار سره ټولګي ته ننوتم خو ګورم چې استاده نه ده راغلې لږ خوشحاله شوم چې، ځه ددې له قهره هم خلاصه شوم سلام مې وکړ خو هيچا هم ځواب رانه کړچې پام مې شونو دټولو سترګې سرې دي څوک ژاړي او څوک اوښکې پاکوي دټولو ګريوانونه په اوښکو لامده دي ، حيرانه شوم ژرمې له خواته ناستې ملګرې څخه وپوښتل چې ولې څه خبره ده ؟ هغې په ژړا راته وويل چې ولې ته خبره نه يې ؟ ماورته وويل چې،سودا مې مه ډېروه ژر کوه حال ووايه څه خبره ده هغې خپلې اوښکې پاکې کړې مخ يې راته راواړاوه وېي ويل چې ، خبرونو کې خو به دې او رېدلي وي چې، دکام اير شرکت يوه الوتکه چې ، له هرات څخه کابل ته راروانه وه په غرونو کې لوېدلې ده ما ورته وويل هو نو ولې ؟ ويې ويل الينا جانه استاده هم ورور کره ميلمستيا لپاره هرات ته تللې وه او له هغه ځايه په همدې الوتکه کې را سپره وه او بېرته وطن ته راروانه وه چې الوتکه ولوېده خداى خبر چې٠٠٠
بېنوا خپرنيزه څانګه د لومړي ځل لپاره په ويبپاڼه کښي د يوې خور ( نورزيه حقيار ) د لنډي کيسې له راليږلو مننه او ستاينه کوي !
او له خدای څخه غواړو چي د ارمانونو ټول خوبونه يې رښتيا او يوه ستره نوميالۍ پښتنه شي ! ",هوايي پوهنځی
140,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
ګوند
کوم ګوند چې جوړ شي په غــــــــدارۍ کې
او را اوچت شــي په مــــــردارۍ کې
هغه کـــوی شي چـــې وطن کـــېږدي
د چا لــــپاره په جـــــــــــــــــــوارۍ کې
« له سپرغکې څخه»
ګوند یو ډله ییز جوړښت دی چې یوه ډله د یوه اند او د یوه سیاسي نظر خاوندان د سیاسي هدفونو لپاره پکې راټولیږي . څوک چې غواړي سیاسي ګوند جوړ کړي د داخلي نظم او ډسپلین د ټېنګښت لپاره یوه اساسنامه جوړوي؛ دغه لاسوند هغه مهال د اعتبار وړ دی چې د ګوند د لوړ مقام یانې کنګرې او یا د ورته ګوندي مقام له خوا ومنل شي . همدارنګه یو بل لاسوند د کړنلارې په نوم جوړ او تصویب وي چې دغه لاسوند د ګوند اندونه او غوښتنې په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او نورو چارو کې په ډاګه کوي چې ګوند ددغو هدفونو تر سره کولو لپاره په خپله ټولنه کې هڅې او هاند کوي . هرڅومره چې د ګوند کړنلاره د ټولنې په رښتیني اوعمومي ذهنیت پېژندلواود هیواد د مالي، تخنیکي او علمي امکاناتو اوکچې پر بنسټ ولاړه وي په هماغه اندازه په عملي ډګر کې پلي کیدای شي، د جلب و جذب او رایې ورکوونکو د پام او منلو وړګرځي . څه شی چې د ګوند لپاره ډیر اړین دي باید له خلکو سره داسې ژمنې وکړي او داسې شعارونه راوباسي چې سر ته رسول یې ممکن وي او کنه د هرې ورځې په تېریدو سره یې خپل سیاسي او ټولنیز اعتبار کمیږي . داځکه وایې چې ویل اسان او عمل ګران دي .
د هرګوندڅرنګوالی له اساسنامې، کړنلارې اوعملي کړو وړوڅخه پېژندل کیږي . که چیرې د یوه ګوند اساسنامه او کړنلاره د ولسواکۍ، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې، د ملي ګټو، قانون ته په درناوي او د سوله ییزو لارو چارو په ارزښتمن بنسټ ولاړه وي او د ګوند غړي په عملي ډول په خپلو ورځنیو کارونو کې دغه لوړ او وړ ارزښتونه په پام کې ونیسي، کیدای شي ووایو چې دا یو ملي، دموکراتیک او مترقي ګونددی اوکنه نه شي کیدای چې دغه ستاینې ورپورې وتپل شي. ډیرګوندونه هڅه کوي دځان لپاره د ورځې له غوښتنوسره سم نوم غوره کړي خو په دې هکله زیات بې پروا دي چې دخلکو د غوښتنو اودخپل ګوند له نوم سره سم عمل وکړي. همداډول تاریخي تجربوداخبره په زبات رسولي ده چې د ایدیالوژیکو ګوندونو پایله همیشه په ظلم،غوسه اوبربادۍ پای ته رسیدلي ده .کوموګوندونو چې د ژوند وړتیا تر لاسه کړي ده هغه ګوندونه دي چې په سیاست کې یې دایډیا لوژۍ له منګولوڅخه ځانونه ژغورلي دي، د ولسواکۍ نظام، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د ځانګړي ازادۍ د ارزښتونو درناوی یې کړی دی ، له خپلې کړنلارې سره یې سم د پرمختګ، پراختیا، ټولنیز عدالت او د قوانینو د ټېنګښت لپاره عملي کارکړی دی . داځکه واک ته رسیدلي ګوندونه دخپل هیواددوزارتونو اونورو دولتي څانګود چارو واک په خپل لاس کې اخلي . د مخالفو ګوندونوغړي هم هلته کارکوي اود واکمن ګوندچارې څارې اوپه غیر قانوني کارونو یې نیوکې کوي . په افغانستان کې دغه ډول سیسټم ته رسیدل وخت غواړي خو داخبره داسې مانا نه لري چې سیاسي ګوندونه دې په دې لاره کې تمرین ونه کړي،کیدای شي چې هرګوند په خپل جوړښت کې د هر وزارت لپاره کمسیون ولري اود امکان تر ټکه د دغو کمسیونونو په سر کې مسلکي کارپوه وټاکل شي ترڅو د واک د لاس ته کولو پرمهال د هغه وزارت چارې په وړ ډول پرمخ بوزي .
هر ګوند چې خپل سازماني کارونه په وړ ډول تر سره کړي ، ښه جوړښت او تکړه لوستي کدرونه ولري، په پوره زغم او نه ستړي کیدونکي توګه کار وکړي او له تېرو تجربوڅخه ګټه واخلي؛ کولای شي چې خپلې راتلونکي ته هیله مند وي .
* د روانې لړۍ د ليکوال ښاغلي ميرزاعلم حميدي په غوښتنه په سرليک کي د ( ودانول ) پر ځای ( رغونه ) وليکل شوه چي په راتلونکي کښي به نوموړې لړۍ د کتاب په بڼه هم تر دې نامه لاندي چاپيږي .
",څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٣٨ مه برخه )
141,ل . جان شجاع - سويس,"
١٥ مارچ ٢٠٠٥
د زړه ګوذار
شومه ستو مانه که مي پښو راته مزل پرېښــــــود
نن دي بيا رقيبه راته څنګه چل او ول کـېښود
سر مي ترې ځار کړی پر باڼو مي ځـــــای ورکړی و
وخانده غمازه ، چې ېی تيغ زماپر ګوګل کېښود
د زړه ګوذاره ؛ له پردو به څۀ ګــــــــــــــــــــيله وکړمه
ته ېی د هغه، چي يې سر زما پر څــــــــــنګل کېښود
زه يې هزار داسي زخــــــــــــــــــــــمونه پر زړګي لرمه
بس لا ورته نه وو نن يې داغ راته يو بل کېښود
رانه جلا شو د بېلتون په اور يې ســــــوځم خدايه
يمه پردېسه ، نن يې پل پر بل منزل کېـــــــــــــــښود
مينه نېمګړې ، او وعدې يې دوغـــــــــجني وکړې
زړګی د ( جان ) يې د رقيب مخـــــته په چل کېښود
",د زړه ګوذار
142,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
د جبهې ګوند
ډیرځله د جبهې ګوند څخه مطلب ددوو یا څو ګوندونو په یوه ګوند کې راټولیدل دي . داسې چې کله، کله په یوه ګوند کې د سلیقې او په تېره د لارښوونکو د ځان مننې له کبله غیر اصولي انشعاب راځي خو د دواړو خواوو هماغه پخوانۍ کټې مټې اساسنامې او تګ لارې وي .
بالاخره څه موده وروسته دواړه ګوندونه غواړي چې بېرته په یوه ګوند کې سره راټول شي یا داسې ګوندونه وي چې له اوله سره بیل خو اساسنامې، کړنلارې او اندونه یې یو ډول وي او داسې پرېکړې ته رسیدلي وي چې په یوه ګوند کې سره راټول شي. په یوه ګډ ګوندکې د یو ځای کیدو لپاره لومړی د لارښوونې خبره رامنځ ته کیږي؛ دغه اړینه او پیچلي خبره باید په اصولي توګه د ټاکنو له لارې تر سره شي خو څرنګه چې دا دواړه ګوندونه په لومړي ځل د غړو د شمېر له امله سره توپېر لري، هر لوری چې لږ غړي لري هغه په لومړي ځل دغه اصولي خبره بل مهال ته ځنډ وي او په لومړي ګام کې د برابرې لارښوونې غوښتنه کوي؛ هغه هم په دې پلمه چې دا کار بشپړې پېژندګلوۍ، باور او سپیڅلتیا ته اړتیا لري .
دغه غیرې اصولي او برابره لارښوده ډله همیشه د ګوند په اصولي او غیر اصولي کارونو باندې ناندرې سره وهي او له دې کبله نه یوازې اصلي کارونه ځای په ځای دریږي بلکې په ګوند کې د داخلي سیالو ډلو د سختې سیالۍ له امله نوموړی ګوند له ننه څخه دړې وړې کیږي .کوم چې موږ په افغانستان کې دښي او کیڼو ګوندونوددغه ډول غمیزو شاهدان وو .
",څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٣٩مه برخه )
143,خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه,"
د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني څخه په مننه :
د افغانستان د ادبي، سياسي او ټولنيز شخصيت
ارواښاد استاد خواخوږي د مړيني ١٢ تلين ونمانځل سو
اسلام آباد: د ٢٠٠٤ ز کال د اکتوبر د مياشتي پر ٢٤ نيټه د افغانستان نوميالي ليکوال، شاعر، ژورنالست او سياست پوه ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي د مړيني (١٢) تلين په اړه د قرآن مجيد ختم او روژه مات مراسمو څخه وروسته د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني لخوا يو پرتمينه غونډه وسوه .
افغان ليکوالانو، شاعرانو، ځوان فرهنګپالانو او د پوهني مينه والو په دي غونډه کي ګډون کړي وه چي د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه غړي او د ادبي بهير مشر پوهاند ډاکټر حبيب الله غروال د خپلو خبرو په ترځ کي د ښاغلي ارواښاد استاد خواخوږي علمي او ادبي شخصيت په اړه خبري وکړي او خپل يو شعر يي چي د استاد خواخوږي په ياد ويلي و ولواسته.
بيا د خواخوږي د ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه غړي او د ځوانو ليکوالانو د چارو مشر ځوان فرهنګپال عبدالودود پښتون زار د ارواښاد استاد خواخوږي د ټولنيز او علمي شخصيت په اړه خپل څيړنيز ليکني ولوستلي.
د غونډي بل ګډون کونکي شاعر او فرهنګپال استاد جمشيد سالارزي د ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي د ژوندانه په بيلو بيلو برخو کي رڼا واچول او خپل شعر يي و ګډون کونکو ته واوراوه.
په اسلام آباد کي ميشت پوهنيز شخصيت استاد محمد ياسين ارغنديوال چي د پوهني وزارت پخواني لوړ پوړي چارواکو څخه ؤ او د استاد خواخوږي د شاګردي وياړيي په برخه ؤ، د ښوونکي په توګه د ارواښاد استاد خواخوږي د شخصيت ځانګړتياوي بيان کړي.
بل ويناوال د افغانستان بانک پخواني د خپرونو مشر استاد لعل محمد منګل وو چي خپل خاطرات يي د حبيبيي ليسي د زده کړي د مهال او د استاد خواخوږي چلند د زده کونکو د ويښتيا او د علمي زده کړي په وړتيا کي څرګندي کړي.
بيا د خواخوږي د ادبي کلتوري ټولني د مشر تابه غړي ښاغلي عبدالجميل خاکسار د ځوانانو په روزنه کي د ارواښاد خواخوږي د ځانګړي ميني په اړه خبري وکړي.
په پاي کي د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني کوربه؛ ليکوال او د سياسي چارو کارپوه غرزي خواخوږي د ارواښاد استاد خواخوږي د شخصيت، ځانګړتياوو او هيلو په اړوند خبري وکړي او وي ويل چي ارواښاد سپيڅلي مسلمان او هوډمند افغان، د صداقت، کلک عزم، ميړاني او سپيڅلي احساس خاوند وو چي د ژوند د ډيرو ازماينوو څخه بريالي وتلي، د هيواد او هيواد والو سره يي ځانګړي مينه درلوده.
د ځوانانو د روزني او ويښتيا په برخه کي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي وي، په سياسي ژوند کي د استبداد ضد او د ژوند تر پايه پوري د واکمنانو و ناوړو هيلو ته هيڅ کله غاړه ندي ايښي.
د غونډي په پاي کي غرزي خواخوږي (د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنه) پرانيسته او د ګډون کونکو څخه يي مننه وکړه.
غونډه د دعائيي په ويلو سره پاي ته ورسيده او ( دخواخوږي يادونه) تر سر ليک لاندي د غرزي خواخوږي کوچنوټي ليکنه پر برخه والو و ويشل سوه .",د افغانستان نوميالي ليکوال، شاعر، ژورنالست او >>>
144,غفور لېوال _ مريلند- متحده ايالات,"
كه
هندارو تصويرونه ساتلاى
موږ به خپل اووم نيكه هم لېدلاى واى
او اوس به ټول پوهېدو
چې د دارا او سكندر آيىنې څه ډول وې
اود جمشيدپه جام كې څه ښكارېدل
يوازې
كه هندارو تصويرونه ساتلاى
نوربه بې روحه تاريخ
داسې بې ژبې او مړژواندى نه واى
موږ به آدم ته دحوا لومړۍ موسكا پېژنده
او په بېړۍ كې به له نوح سره يو ځاى ګرځېدو
ما به آتن كې له سوكرات څخه پوښتلي واى چې
تر تا دوه نيم زره كلونه وروسته
ولې لا هم په - عدالت - پسې دا ورك بشر همداسې ورك دى
او له موسى څخه به مې غوښتي واى چې
ما هم له ځانه سره طور ته بوځي
بس كه يوازې تصويرونه په هندارو كې خوندي پاتې واى
موږ به ليلا ته واى كتلي د مجنون په سترګو
او په كعبه كې به مو
داسماعيل دقربانۍ نښې له ورايه ليدې
زه به ورتلم اكاډيموس ته چې په خپله ژبه
له اپلاتون سره خبرې وكړم
زماله هغه سره حساب پاتې دى :
ستا - ايتوپيا- چېرې ده ؟
او انسانان به وژل كيږي لا تر كله دهغې په نامه ؟
ستا دخيالي ډيموكراسي ريښتيا ده چېرې پټه ؟
موږ خو يې اوس هم د دروغو د لمبو تر شا تور سيوري وينو
له ارستو سره مې نه ده جوړه
ځكه چې لا هم داخلا قو او ايمان په توپير نه پوهيږي
خو
كه
هندارو تصويرونه ساتلاى
ما به له خپل نيكه نه غوښتي وو چې
زما مغرور پلار ته وصيت وليكي :
چې خپل شاعر زوى دژوندون په لومړۍ ورځ ووژني
بودا لا اوس هم ما په خوب كې ويني
هو زه پوهېږم چې له ما خپه دى
ځكه زه ژوند ته دهغه په سترګو نه ګورمه
ژوند كله ښكلى شي زما دمعشوقې دښكلو سترګو په څېر
خو بيا هم ما ته هېڅ ارزښت نه لري
بودا ويريږي چې خوبونه يې زماله وينو رنګ وانه خلي
بودا به نه ويريداى
اوزه به هم ژوندى واى
خو كه هندارو كې تصوير پاتې واى
راشه چې زه درته يو راز ووايم
له سلو زرو كلو ډېر تېريږي
هېڅ څوك پرې نه پوهيږي
چې له هندارو څخه ولې تصويرونه تښتي
ما ته مې اووم نيكه كيسه وكړله :
چې په هنداره كې شيطان وكتل
او بس همدغه شرمېدلي دهندارې حافظه ماته كړه
كه درته ووايم خندابه درشي كه تصويرونه په هندارو كې خوندي پاتې واى
موږ به ځانونه د بيزو له نسله نه ګڼلاى .
يادونه :
په دى شعر كې څو ځايه وزن توپير لري،خو دا دمانيزو برخو دبيلولو لپاره ديوه نوي ميتود كا رونه ده، نه وزني تېروتنه .
۱۳۸۳ لړم ۲۷ ",تصويرونه
145,,"
",
146,,"
(بي بي سي ): له افغانستان څخه يو وروستي راپور واي چې يوې ډلې غوښتنه کړي ده چې د دريو بهرنيو تښتول شوو کارکونکو په بدل کښي دې په افغانستان او ګونتانامو کښي ټول افغان بنديان خوشې کړل شي. په کابل کښي د بي بي سي خبريال واي چې دا ناممکنه ده چې د دغې ډلې د ادعاپخلې وشي چې بنديان يې نيولي دي.
نړيوال ځواکونه او افغان پوليس د کابل په سيمه کښي د ملګرو ملتونو د دريو تښتول شوو بهرنيو کارکونکوپراخه پلټنه پيل کړي ده. پرون نامعلومو وسله والو کسانو په کابل کښي د ټولټاکنو د ګډ دفتر دغه بهرنيان کارکونکي وتښتول. دا څرګنده نه ده چې په رښتيا دغه وسله واله کسان له هغې ډلې سره تړاو لري چې ځان ته جېش مسليمين واي. په تښتول شوو کسانو کښي يوه ښخه برتانوي،بله دکاسووا البانايې نژاده ده او يوسړي د فليپين دي.
",په افغانستان کښي ديرغملنيونکوغوښتنه
147,,"
(بي بي سي ): د افغانستان له پلازمينې کابل څخه د تيرزيارت په ورځ د ملګرو ملتونو د دريو تښتول شوو کارکونکو د موندلو هڅې اوس هم بې له کومې څرګندې پايلې دوام لري. په دغه هيواد کښي د ناټو په مشرۍ د ميشتو سوله ساتو ځواکونو او دامريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو وياندانو ويلي دي چې د تښتول شوو کسانو ژغورل په اوسني مهال کښي د دوي تر ټولو مهمه دنده ده. د کورنيو چارو د وزارت سرچيني هم د پيښي په تړاو تر ټولو وروستې پرمختګ د ٧ شک منو کسانو نيول بولي.
له بلي خوا د جېش مسليمين په نامه يوې ډلې چې دعوه کوي تښتول شوي کسان يې په ولکه کښي دي، ګواښ کړي دي چې که پيل شوې لټه سم دستي و نه دريږي نو دوي به خپل يرغمل وه وژني.
",د يرغمل شوو کسانو د ژغورنې نښي تراوسه نه ليدل کيږي
148,,"
",
149,,"
",
150,ولي شا طبيب _ کندهار,"
دتلي ۱۸ مه نيټه دافغانستان په تاريخ کښي يوه ډيره ځلانده او نه هيريدونکي ورځ وه ،افغان ولس سره ددي چه د۲۶ کلن جنګ له وجي ډير مادي او معنوي زيانونه وزغمل خو بيايي هم نړۍ ته وښودل چه ا فغان ولس کمزوری او بي وسه ملت نه دی ،بلکه هوډمن او دکلکي ارادې درلونکی دی. افغانان چه دتوپک والاؤ او لاره وهونکو له لاسه تر پزي رسيدلی وو ، نو ددغسي يوي ورځي انتظار يي کاوه چه دخپلي خوښي ولسمشر وټاکي .
دتلي پر ۱۸مه افغانانو داسي په منظمو قطارونو کښي ودريدل چه سړي ته دا سوچ پيداکيږي ،چه پخوا هم افغانان دولس مشر دټاکلو لپاره په قطارو کښي دريدلي دي ، او دا يو عادي ازمويل سوي عمليه ده ،خو نه بي الکل داسي نه ده بلکه دا لومړی ځل وو چه افغانان دولس مشر دټاکلو لپاره په ډيره مينه او علاقه او حوصله مندي په قطارونو کښي ولاړ وه ، افغانان دولس مشری ازادو او شفافو ټاکنو ته دومره تږي او ليواله وه لکه روژه نيونکۍ چه دروژه ماتي په انتظار وي ، بالاخره ولس په ډيره خوشحالۍ او مينه خپلي رايي صندوقونو ته واچولي ، ملت خپل ملي مسوليت سرته ورساوه ،او خپل دخوښي ولسمشر ښاغلی حامدکرزی يي دولسمشر په توګه وټاکی. خدای دي نيک او مبارک کړي ، واقعاٌ افغان ولس دولس مشر په ټاکلو کښي دډيري پوهي او زيرکۍ څخه کار واخيست چه داسي يو منلی شخص يي دکانديدانو له جملي څخه وټاکی چه په رښتيا سره ددغي درني وظيفي وړ او جوګه دی دښاغلي حامد کرزي لاسونه په وينو سره نه دي ،مسلمان ،افغان ،مجاهد ،دپوهي درلونکی ،دملي يوالي ليواله ،دښو اخلاقو درلوونکی او زړه سوانده شخص دی ، ددي ټولو صفاتو په بنياد افغان ولس دحامد کرزي ملا وتړله . ددي ملاتړ په بدل کښي ملت غواړي چه ښاغلی حامد کرزی داسي کابينه جوړه کړي چه په هغه کښي معيار يوازي وړتيا او دپوهي بنسټ وي . ايتلاف او مشارکت چه دواړه تقريبا يو مفهوم لري دملي ارمانونو او دولس دارزوګانو بي الکل خلاف دي .
کابينه بايد پراخ بنسټه وي ، خو نه په دي معنی چه ديوي ولسوالۍ څخه دي څلور وزيران وټاکل سي .دا اصل بايد په نظر کي ونيول سي چه پښتون مشر ورور او نور ټول کشر ورور دي .
ښاغلي کرزي دملي يووالي لپاره دضرورت نه زياتي هلي ځلي وکړې ، هغه کوښښ وکړ چه نور توکمونه خوشحاله وساتي ، دپنجشير ولسوالي چه يوازي ۴۰ کيلومتره دپروان له مرکز يعني چاريکاره څخه مسافه لري ولايت ته لوړتيا ورکړ ، ددايکونډي ولسوالي يي هم ولايت ته جګه کړه . دباميان په ولايت کښي يي پوهنتون جوړ کړ حا ل داچه په باميان کښي دپوهنتون درلودل ډير ګران تماميږی . داسي نوری لوي ولسوالي سته چه دولايت وړتيا لري ،ژوندی مثال يي دشين ډنډ ولسوالي ده اوداسي نوري .
په وزارتو کښی اکثره دهمدي يوي ولسوالۍ کارکوونکي زياتره تر سترګو کيږي . ښاغلي کرزي دملي يوالي لپاره ډيري هڅي وکړي . خو که وګورو په همدي سيمو کښي دکرزي رايي ډيري لږ او محدودي وې . موږ دملي يوالي ډير ليواله او غوښتونکي يو خو نه تر دي بريده چه زموږ خپل حقوق پکښي پايماله سي .
اوسنی حامدکرزی د پروني حامد کرزي څخه ډير توپير لري ،پرونی حامد کرزی دبن دموافقي او بيا دبيړنۍ لويي جرګي د فيصلي په اساس دموقتي اوانتقالي دوري ولسمشر وو ، خو اوسنی حامد کرزی د مليونونو افغانانو درايي او فيصلي په نتيجه کښي د ولسمشر په توګه ټاکل کيږي ، يعني دولس نماينده ولسمشر دی . نو دا اړينه خبره ده چي ښاغلی کرزی بايد په ډير قاطعيت او اصوليت کړنه وکړي ، ټول هغه واکونه چه داساسي قانون لخوا ښاغلي کرزي ته ورکړه سويدي موثره استفاده وکړي .
دافغانستان دامنيت لپاره دبي وسلي کولو پروګرام چټک کړي ، دنوي ملي اردو او ملي پوليسو ژر تر ژره جوړول ، يوه مهمه خبره داده چه په ملي اردو او ملي پوليسو په ليکو کښی دسياسي فعاليتونو مطلق بنديز رامنځته سي ، که چيري ديرش کاله دمخه زموږ په اردو کښي سياسی فعاليتونه په کلکه منع سوي وای نو داسي حالت به نه وای راغلی ،د توپک سالارانو لاسونه بايد لنډ سي . ټولو ګناه کارو او مجرمينو ته دمحکمي دحکمونو سره سمدستي جزا ورکړه سي ، ډير مجرمين پسله څو ورځو بيرته ازاد ګرزي ، په اکثرو مواردو کښي دمحکمي حکمونه په ډير ځنډ صادريږي .
په دولتي دستګاه کښي درشوت ، خيانت او سوغات بازی څخه مخنيوی وکړي ، که چيری په دولتي دستګاه کښي وړ او لايق کسان په مناسب معاش استخدام سي نو به درشوت خوري مخنيوی سوی وي، په اوسني حالت کښي دولتي کارکوونکي په زغرده درشوت غوښتنه کوي ، تريو بريده ځان مستحق بولي اووايي چه په يونيم زر افغانۍ ايا يوه وړه کورنۍ ګذاره کولای سي ؟
نوي ټاکلي حکومت بايد داسلامي شرعي احکامو په رڼا کښي دافغاني کلتور او عنعناتو ساتنه او جاري ساتلو ته پاملرنه وکړي .
همدارنګه متوازني روزني او ښووني ته خاصه پاملرنه وسي ، نه دا چه دښاغلي قانوني دوزارت په دوره کښي ۱۲ مليونه دري ژبي ته او څلور نيم مليونه دپښتوژبي د کتابونو دچاپ امر ورکړه سوی وو. دا متوازنه ښوونه او روزنه نه ده . په ځانګړي ډول دکوچيانو ښووني او روزني ته دښاغلي کرزي پاملرنه غواړو ، ددوی دښووني او روزني لپاره بايد ځانګړي لاري چاري پيدا سي ځکه چه کوچيان په خوځښت او حرکت کي دي .
پښتو ته بايدعملاٌ دمشري اود افغانستان د لومړۍ ملي ژبي په سترګه وکتل سي ، متاسفانه په کابل کښي ټول دولتي اداري دري ژبه کاروي ، په راديو او تلويزيون کښي ددري ژبي برخه تر پښتو څو ځله زياته ده ، په کابل پوهنتون او نوروښوونيز ادارو کښي ټول درسي نصاب په دري دی ، په کنفرانسونو ،سيمينارو او غونډوکښي زياته دري کارول کيږي ،دوزارتو اکثره رسمي جريدې ،اصولنامې او نشريي په دري ژبه دي ،هاند تردي چه دملل متحد موسسسات او غيردولتي موسسسات په ليکنو او ترجمه سوي موادو کښي دري ژبه کاروي .
دشمال پښتانه کوم چه خپل جايداد او زمينداري يي په زور لاندي سويده ،نور نو ددستم د واک او توپک سالارۍ ټغر ټول سي ،او بيځايه سوي پښتانه بيرته خپل کور او کهول ته په عزت ولاړسي.
دښاغلي کرزي په مخ کي ډير لوی لوی چلنجونه پراته دي ، ترهرڅه لمړی ولس متوجه دی چه ښاغلی کرزی څه ډول کابينه جوړوي.
",افغان ولس دخپلي رايي او باور په بدل کښي څه غواړي؟
151,,"
",
152,,"
(بي بي سي ): يوه عربي الجزيره نومي تلويزيون د ملګرو ملتونو دهغودريوتنو کارکونکو ويډيويې عکسونه خپاره کړي دي چې دتېرزيارت په ورځ په کابل کښي تښتول شوي و. په ويډيوکښي ليدل کيږي چې تر اوسه دوي ته کوم ځاني تاوان نه دي رسول شوي . د جېش مسليمين ډله چې دغه دري بهرنيان يې تښتولي دي ټينګار کوي، ددي لپاره چې د برمته شوو ژوند وژغورلې شي بايد د هغوي ټول بنديان خوشي او د افغانستان نه دي ټول بهرني ځواکونه و ويستل شي.
",په افغانستان کښي د يرغمل نيونکو غوښتنې
153,,"
",
154,سور غر توخى,"
دملي دفاع وزارت ويندوى اعلا ن وکړ چې هوايي پوځ په نوي يو نيفورم کې په هوايي قول اردو بدل شوى دي ، په همدې اساس به هوايي قول اردو دکب دمياشتې تر دوهمې نيمايي پورې ٢٨١ تنه پر سونل ولري ، دهغه تشکيل چې د٢٠٠٥ ميلا دي کال دراتلونکي لمريز کال دوږي دمياشتي له مياشتي سره برابره ده ،ديو ه کال دپه اوږ دو کې دغه شمېر ٩٣٢ تنو ته لوړيږ ي ، او تر ٢٠٠٩ ميلادي کال پورې به دغه شمېر ٣٠٠٠ تنو ته ورسيږي ، دتجهيزاتو په برخه کې ويل شوي دي ، په هوايي قولو اردو کې دجمهوري رياست دانتخاباتو دخدمتونو په برخه کې تر څو نورو مياشتو پورې بشپړ يږي ، چې دجمهوررئيس ليږدونو دنده به هم په غاړه ولري ، دغه راز دغه قولواردوبه ترانسپورټي قطعې ولري چې په هغو کې به تر انسپورټي الوتکې او هليکوترونه شامل وي ، چې تشکيل يې تر ٢٠٠٩ ميلادکال پورې بشپړيږي او په اکمالاتو او انتقالاتو کې له هغه څخه استفاده کيږي .
د٢٠٠٣ تنو تر سونل دتشکيل په بشپړ ه کېدو سره چې د٢٠٠٦ ميلادي کال څخه تر ٢٠٠٩ ميلادي کلونوپورې به دوام وکړي ، دکندهار ، هرات ، پکتيا او بلخ ولايتون کې هم جوړيږ ي،خو دفاع وزارت وزارت ويندوى دجنګي الوتکو په اړه وايي چې ددې برخې په اړه به په ورستو پړاونو کې فکر وشي .
",هوايي او مدافع هوايي پوځ په قول اردو بدل شوى دى .
155,,"
",
156,سور غر توخى,"
په زابل کې دامنيت دامير ډګروال جيلاني خان دبينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل :"" داجګړه تېره ورځ دملي اردو او پوليسو له خوا رامنځ ته شوه ملي اردو غوښتل نوموړي پوليس خالي صلاح کړي خو پوليسو مقاومت وکړ څلور ساعته جګړې دوام وکړ چې په دې کې ٧ دملي اردو سرتېري مړه او ٤کسه دپوليسو کسان وژل شوي دي .
دجيلاني خان په وينا داپوليس له چوپان ولسوالۍ څخه راغلي وه په کلات ښار کې يې خوراکي توکي اخيستل چې ملي اردو کسانو چي دکلات په بالاحصار کې اوسي ورته راغلل او له دې پوليسو يې غوښتنه وکړه چې صلاح ورته تسليم کړي خو پوليسو ونه منله چې وروسته داجګړه رامنځ ته شوه
خو جيلاني خان له ملې اردو څخه سر وټکاوه چې دوى خلک زوروي دوى ته هيچا هم امر نه وکړى چې پوليس خالي صلاح کړي دوى پر خپل سر داکار کاوه دده په وينا دوي او س دايتلافي ځواکونو تر تحقيق لاندي دي
",په زابل کې دملي اردو او پوليسو تر منځ په جګړه کې ١١ نفره وژل شوي دي
157,سور غر توخى,"
دملي دفاع وزارت دهسپانوي سرتېرو څخه چې دهيواد دجمهوري رياست دانتخاباتو په امنيت کې يې ونډه اخيستې وه مننه وکړه . دهسپانيې ٥٤٠ سرتېرو دجمهوري رياست دانتخاباتو پر وخت دهيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې له امنيت سره دهمکاري په توګه ځاى پر ځاى شوي وه .
چې دغه سرتېري دانتخاباتو په بري سره دپاى ته رسېدو وروسته او س بېرته خپل هيوادته ستنيږي .
دملي دفاع ويندوي جنرال محمد ظاهر اعظمي ددغو سرتېرو سره دليدنې په تر څ کې وويل :""افغانستان بايد دهسپا نيي ددولت دغه کار ددوستي او همکاري پيلامه وبولي.""
",دملي دفاع وزارت دهسپانوي سرتېرو دهمکاريو څخه مننه وکړه .
158,سورغر توخى,"
يرغمل شوي کسان
په افغانستان کې دملګروملتو دخپلو هغو درو تنو دخوشي کېدو لپاره غوښتنه کړې ده چې تېره اوونۍ دکابل په ښارکې تښتول شوي دي .
دملګروملتونو مامورينو ويلي دي چې ددغو درو تنو کارکونکو په تښتول کېدو سره به ددوى په کار کې کوم تغير رانه شي ،په کابل کې ديوناما ويندوى مانول ډيسلوا ددغه تښتول شويو کسانو په اړه په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل:""دملګرو ملتونودغه درې نړيوال کارکونکي چې دوې يې ښځينه او يو يې نارينه وه. دبيلا بيل کلتور خاوندان وه افغانستان ته ددې لپاره راغلي وه چې ددې هيوادپه بيارغونه کې دخپلو علمي پوهواو تجربو څخه په کار اخيستلو کې برخه واخلي
نوموړي ددې دريو تنو په عاجله توګه دخوشي کېدو غوښتنه وکړه اودا يې دتښتول شويو دميندو ،پلرنو او خويندو مړنو دزړه له کومي غوښتنه وبلله خو ده داهم وويل :"" چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې دپخوا په څېر خپل کار ته ادامه ورکړي
",ملګروملتونو ددروتنو يرغمل شويو کسانو دسمدستي خوشي کېدوغوښتنه کړې ده .
159,نذير احمد ( انګار ) جرمني,"
په هغه شپه چه په صبا یی د گران هیواد دغیږی څخه دهجرت په سفر روانیدم
وطنه
شوم ناامید درنه روان وطنه
زخمي کوگل ډک له ارمان وطنه
په مخ روان یم شاته گورم ځکه
په تاوه نوم زما روښان وطنه
ته مي کورگی وې دهوس او هیلو
تر تا وم تیر له سر او ځان وطنه
راته ډیر گران وې او هم خوږ له هرڅه
ته وې ځانگو د هر افغان وطنه
خو دا حالت نور ستا زغملی نشم
په اور ستی شوې او هم وران وطنه
څوک د هستۍ او څوک عزت لوټوي
داسي وحشت ته یم حیران وطنه
مسکا د چا پر شونډو نه بریښیږي
هرخوا ته غم دی او فغان وطنه
دوحدت مور دي بوره شوې دلته
نفاق راوستی لوی طوفان وطنه
نور مي غوټۍ د هیلو نه غوړیږی
هم مي گلونه شول خزان وطنه
په ژړا درومم سپینو اوښکو سره
یاد به دي ساتم هر زمان وطنه
هیر به دي نکړم هیروی دي نشم
( زما لیلا زما ایمان وطنه )
تورغنډۍ هرات
_________________________________________
سپرلیه
ستا راتلو ته ما سپرلیه لاره کي
ویستی انتظار دی بې صبرۍ سره
سترگي مي څلور شوې په کتو کتو
ستا په لیوالتیا کي هر گړۍ سره
ژر کوه سینگار کړه دطبیعت ناوې
راغی نوی کال بیا له خوښۍ سره
فرش کړه سره گلونه د صحرا په مخ
درومي چه نسیم ورته مستۍ سره
گوره دجانان دراتلو ورځي دي
او وزم به یې مخي ته ډالۍ سره
غوښني يې له مانه د نارنج د ګل
سپین سپین امیلونه غاړکۍ سره
پام کوه خزانه چه بیا رانشې
کړم درته عذرونه له زارۍ سره
وگوره وربل کی څومره ښه ښکاري
ژیړ گل د شلشمو له کوچۍ سره
خوند کوي له پاسه د سرو شونډو یې
څاڅکي د شبنم له سرې غوټۍ سره
٢٠/٣/٢٠٠۴)سویډن
___________________
دجهاد ثمره
که د جهاد په نوم وتلی نه وای
نن به زه دلته رســـــــیدلی نه وای
زما نصیب کي اروپا کله وه
که مي وطن ته روس راغلی نه وای
بنده په خیر او شر خپل نه پوهیږی
ما به تندی ورته تریو کړی نه وای
کلي کي چا له اصله نه پیژندم
که می ټوپک پر اوږه کړی نه وای
دپلار نیکه غوندی فقیر به ومه
که مي د بل چا مال خوړلی نه وای
ښه چه هغوی غوندي کم عقله نه وم
نن به مي دومره سود گټلی نه وای
نه به می نوم اونه عزت وه داسی
چه مي ولس خپل زورولی نه وای
نن به زما ژوند داسی نوه راحت
چي ګاونډی مي ځورولی نه وای
په سياسي پنــــــــــــــا منلم به چا
چه مي په وینو لاس سور کړی نه وای
انگاره خوښ اوسه چي مل يې نه وې
اوس به ارام روح ویده شوی نه وای
نذير احمد ( انګار ) سويډن
١٣/١١/٢٠٠٢
_________________
دموروطن پیغام عالي جناب کرزي ته
لمړی له هرڅه می سلام ومنه
بیا مي لیکلی دا پیغام ومنه
له ډیرو هیلو امیدو ځیني ډک
زما ډالۍ دغه کلام ومنه
دقدرت واگي نن دي ستا په لاس کي
درک د وطن خپل لوی مرام ومنه
دزخمي زړونو د ټکور لپاره
په ځان ناخوالی او ناکام ومنه
په نفس حاکم اوسه ټینگ عزم سره
وجدان قاضي د ځان مدام ومنه
ماضیي ده لویه تجربه که ځیر شې
گینی راتلونکی خپل انجام ومنه
خیر که راغلی دبادار په زور یې
دقوم خدمت ته ځان غلام ومنه
دخپل ټاټوبي او اولس لپاره
لارکی دخیراوچت هرگام ومنه
دوخت په تخت او تاج یی نشې موندی
بهشت خدمت کي دخپل قام ومنه
د نیا فاني ده هرڅه ځي درځنی
توښه عقبی ته خپل انعام و منه
خیر به دي غواړم د الله په درکي
دمور دوعا سهار ماښام ومنه
که دي کړې پاکي د بیوزلو اوښکي
پورته بیشکه خپل مقام ومنه
نذير احمد انګار سویډن
___________________________________________
دوصال شپه
څومره خوږه لکه دشاتو گبین
خلکه له یاره سره شپه د وصال
خو زه یې خیال کي شپې رڼې تیروم
کله رښتیا به شي شېبه د وصال
زخمونه ټول به مي دزړه ټکور شي
که را په برخه شوه تحفه د وصال
لا خو کړیږم د بیلتون تیاروکي
کله به بله شي ډیوه د وصال
پوښتم د هجر له کاروانه ځیني
را به شیي کله قافله د وصال
نسیمه تاته ننوا تي درځم
راوله ما باندي وږمه د وصال
ساقې دوستي ته به د شا کړمه زه
که شوه راخلاصه میخانه دوصال
نو بیابه د میوجام ته لاس ورنوړم
که یوځل نوش مي کړه پېاله د وصال
انگاره ستونی مي له تندي وچ شو
کله به ماته شي روژه د و صال
نظیراحمد انګار _ مونشن جرمنی
٢٠_١_٢٠٠١
________________________________ ",بېلابېل شعرونه
160,سور غر توخى,"
دباددغيس ولايت ٢٨ کډوالې کورنۍ بېرته خپل ولايت ته ستنې شوې دهلمند ولايت مختار سيمې د کډوالو له کيمپ څخه دبادغيس ولايت ٢٨ کډوالې کورنۍ دلړم پر ١١مه نېټه بېرته خپل ولايت ته ستنې شوې .نوموړو ٢٨کورنيوچې، دغړو شمېره يې 144 تنوته رسېږي پس له دې څخه چې دبادغيس ولايت دچارواکو لخوادامنيت په هکله ور ته ډاډ ورکړل شو بېرته خپل ولايت ته ستنې شوې دي .په جنوب لويديځه حوزه کې دملګروملتونودمهاجرينودعالي کميشنري يا يو،اين،ايچ،سي،ار د دفتر وياند احمدشاه، پژواک خبري آژانس ته وويل((دا د سيمې هغه پښتنې کورنې دي چې، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دسيمه ايزو قوماندانانو دزور زياتي له امله دسيمې پريښودلوته مجبوره شوې وې.))ده زياته کړه: ((ستنو شوو کورنيو څه موده وړاندې بادغيس ولايت ته خپل يو استازى استولى و چې، دبادغيس ولايت دچارواکو له خوا دوى ته دامنيت په اړه ډاډ ورکړ شو.))دى وايي له نوموړو کورنيو سره ديو،اين،ايچ،سي،ار ددفتر له خوا دلارې ټول لګښت سر بېره په سيمه کې دسر پنا په جوړولو کې هم مرسته کېږي.داحمدشاه پر وينا په نوموړي کمپ کي دبادغيس دولايت نورې ٧٠٠ بې ځايه شوې کورنۍ هم دې ته تيارې دي چې، په راتلونکي وخت کې بادغيس ته ستنې شي.ده داهم وويل چې، په جنوب لويديځه حوزه کې د١٢٠٠٠٠په شاوخواکې بې ځايه شوي هېواداوال دهلمند اوکندهار په بېلابېلو سيموکې ميشت دي چې، ځينې دوچکالي او ځينې دسيمه ايزو قوماندانانو د زور زياتي له امله، دافغانستان له مختلفو ولايتونوڅخه بې ځايه شوې دي .ديو،اين ،ايچ،سي،ار ددفتر څخه داسې راپورونه هم رارسېدلي دي چې د٢٠٠٦ميلادي کال تر وروستيو پورې به ټول بې ځايه شوي هېوادوال پخپلو سيمو کې ځاې پرځا ى شي.
( پژواک خبري اژانس www.pajhawak.com)
",دباددغيس ولايت ٢٨ کډوالې کورنۍ بېرته خپل ولايت ته ستنې شوې
161,,"
(بي بي سي): په افغانستان کښي د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته نن ولسمشر ښاغلي کرزي په رسمي توګه د تيري مياشتې د ټاکنو ګټونکې اعلان شوي دي. ښاغلي کرزي د پنځه پنځوس فيصده نه زياتې راي ګټلي دي چې د ولسمشرۍ د پنځلسو نوروکانديدانو نه مخکي دي.
د ټاکنوپه بهير کښي او د هغه نه وروسته د ښاغلي کرزي سيالوکانديدانو د راي ورکولو په وخت کښي په ګوتې باندې د رنګ لګولواو ځينو نورو ستونزوله امله شکايت وکړ.وروسته يونړيوال منصفه هيت وټاکل شو چې په دي مسلې غور وکړي. اوس دغه هيت راپور ورکړ چې د راي ورکولو په سستم کښي داسي جدي اشتباه نه وه چې د ټاکنو نتيجې د پوښتنې لاندې راولي. ",ښاغلي کرزي ټولټاکنې وګټلې
162,,"
",
163,,"
",
164,,"
",
165,,"
",
166,حبيب الله غمخور _ سويډن,"
د حبيب الله غمخور ليکنه
٣_١١_ ٢٠٠٤ سويډن
د ۲۰۰۱ د نومبر(٢٧ نه ددسمبر تر ۵) نيټی دالمان د بن دښاردپترسبورگ دتاريخی هوټل دکنفرانسو په تالار کښی دافغانستان دسياسی سرنوشت او برخليک ټاکلو په هکله دبن دکنفرانس په نا مه غونډه دايره شوه . دگرانو لوستونکو دپياد راوړلو لپاره غواړم دهمدغه کنفرانس د گډون کونکو په هکله لنډ معلومات وليکم چی چا برخه درلوده او کومو کسانو ته دامريکا له خوا په کنفرانس کی د گډون بلنه ورکړه شوي وه . ١_دروم دسولی دجريان استازی «۹» نفره. ٢_ د قبرس دسولی دجريان استازی«۳» نفره. ۳- د اسلامی متحدی جبهي استازی «۱۱» نفره. ۴-دپښاور دسولی له جريان څخه «۳» نفره. ۵-دمشاورنو او څارونکو په توگه «۴۴»نفره. دکنفرارنس کار دافغانستان په چاروکی دملگرو ملتو د سازمان د عمومی منشي استازی اخضر ابراهيمی او ددغه سامان دوياند ښاغلی فوزی په مشرۍ پر مخ بيول کيده .
دکنفرانس په کار کی پر اففانی لوري سر بيره دامريکا دولمشر ځانگړۍ استازي ښاغلي خليلزاد ، دامريکا او روسي دبهرنيو چارو وزيرانو کولن پاول ،ايگور ايوانف او شپږو همسايه هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو گډون درلود.دوی د (6+2) هيوادو په نامه هم ياديږی. ددغه کنفرانس دپرکړو نږدي وروستۍ غوټه خلاصه شول يانی دافغان ولسمشر له پاره ټولټاکني وشوي. دهمدغه مشهور کنفرانس د پريکړو په اساس دغيری متجانسو او مختلفو نظرياتو لرونکو په گډون چی اکثريت ئی افغان ولس ته د قبول وړنه وه يوه اداره د «مؤقتی اداري» په نامه جوړه شوه.دهمدغی مؤقتي ادارې په وړاندی پسله هغه چی اوبه تر ورخ تيری شوي و ې دومره ستري او دډيری مودي لپاره دندي په نښه شوي چی له هغه لمړۍ ورځی هرهوښېار او پوه پدي پوره پوهيده چی دا اداره او دا دندی ډيری سره ليري دي ،اوله بلی خوا ددغو سنگينو دندو سرته رسول هغه چاته سپارل شوۍ وه چی دهغوی اکثريت داټولی موجودی بدمرغۍ دغه ملک ته ډالۍ کړي وې ،او ددوی تر منځ دڅوکيو پر سر دجگړې دخرابيو نښی نښانی او دشهيدانو وينی تراوسه دکابل ښار له دیوالو ندی پاکی شوې.په همدی اساس افغانانو ددغو دندو سرته رسولو ته زړه ښه نکړ. په هر صورت نړۍوالو چی پخپله تير وتنه پوه شول خپل ټول اميدونه ئی په راتلونکي بيړنۍ لویی جرگي پوری چی د«2002 دجون په 22 نيټه دايره شول وتړل او دهغی پريکړو ته سترگی په لاره وه، مگر داځل هم دا آميدونه په نا اميدۍ بدل شوه ولی يو پښتو متل دۍ یوائی:« يوه د اوړو پزه جوړه شوه »دلویی جرگي جريان ټولو وليد او واوريد او پريکړی ئی هم ټولوته ښکاره دی ځکه ئی ويل تکرار بولم،ولی دهمدی جرگی پايله يوي عبورې اداري ته اوښتون ؤ نوي اداره له زړو کدرونوجوړه اويوځل بيا هغه چا غوښن مقامونه تر لاسه کړه چي دهمدي لپاره ئی شپه او ورځ تلاښ کاوه . په دولتی ادارو کښی پوهو او لايقو کسانو ته کار ورکول هير شوه. جنگسلارانو هر څه تر لاسه کړه، ځينو تنظيمی رهبران خپل استازی په دولتی لوړو څوکيو کی وگمارل اما ددی لپاره چی افغان ولس وغولوي بيایی هم دخپلو پلويانوپه ملاتړدناخوښۍ ږغونه له يو اوبل ځاي نه پورته کړل، په پښتو کی يو متل دۍ وایی :«کونډی هم ژاړی رنډی هم ژاړې هغه چی نن ئی راودکړې هغه په ناورين ژاړې» دوي دا هيره ول غواړي چي ددوی په برکت پدي غمځپلی هيواد کی په لسهاوو زره وړ مسلکی او دپوهی خاوندان افسران،معلمان، ملکی مامورين، انجينران،ډاکټران له کاره گوښه شول،د بي معاشۍ او بيکارۍ په اساس بيکوره اودخپل اولاد لپاره ديو گولي ډوډۍ دپيداکولو پخاطر دکابل نه تر پښاوره،ايران ،ډوبۍ او مسکو په ښارو کی پلنډيتوب ،روزمزدورۍ او خټگرۍ ته اړشول، داکسان دلوږې او خوارۍ نه شکايت لرې ،ولی جنگسلاران او تنظيم سالاران بيا پر هر څه سربيره ځانونه مستحق او دحاکميت اصلی وارسان بولې ځکه شاکيدې.ددغه شان تنظیمی ادارو جوړول يو ځل بيا وښودل چی دوي ددي هيواد دستونزو داورولو لپاره دملی گامونو دپورته کولو جوگه ندي.دافغان ولس هغه اميدونه چي عبوري ادري نه ئی لرل له خاورو سره خاوري شول،تر «500»مليارده زيات ډالر دافغاستان دبيا رغاوني پخاطر داسی مصرف شول چی هر څوک ورته حيران پاته دۍ .داچی څه ناڅه کار پدغو پيسو وشو فکر کيږی دا هم دپيسو راليږنکو زور ؤ،يو فارسی متل دلته ښه پر ځای بريښي وائی:«زوري کاکا است که انگور در تاک ها است». افغان اولس چی اوس اوس دالقاعدي او دهغوی دپلويانو له شرڅخه دخلاصون ساه باسې دژوند ستونزی یی کمي نشوې بلکه په يو شمير ځايو کی مخ پر زياتيدو دي. داچی افغان مهاجر وطن ته راستانه شول ددليل ئی په هيواد کی دسولي ارامۍ او قانونيت ټينگښت نه بلکه پسله هغه چي په ميليونو دامريکایی ډالرو اوعربی ريالونو ليږل پاکستان او ايران ته کم شوه له افغا نانو سره ددغو هيوادو دچارواکو سلوک او برخورد غيری انسانی بڼه واخيستل، ځکه دوي وطن ستنيدو ته مجبور شول، څرنگه چي دمهاجرينو دستنيدو لپاره کوم دقيق دولتی پلان تر لاس لاندی نه وو وطن ته په راتگ سره ددوی ستونزیحل نشوې ،نوره هم بيکاري،لوږه ، بيکورې، دمکتب څخه دهغوي دماشومانو ليری پاته والۍ او دروغتيایی خدمتونو نشتوالۍ له ځانه سره راوړ، دمثال په توگه دکابل دښار داوسيدونکو شمير نږدي څلور ميليونو ته ورسيد په چمن حضورې کی دافغان کډالو دژوند بڼه دبيکورو دناخوالو او سرگردانيو انکارنه کيدنکي بيلگي دې. که انجوگانو په اصطلاح دافغانستان دبيا جوړونی په مظور منډی ترړي شروع کړي،خو پايله یی دځانو لپاره دلوکسو موټرونواوکورونو تهيه کول،دوه مخيزی اړېکی ،دکورونو او خوراکی موادو دقيمتونو لوړ والۍ ،درشوت ، ډاليو او نورو ناخوالو رواجول شوه. په مؤقتی او عبوری دورو کي هغه څه وشول چی دزياتو واکدارنو خوښه وه په همدی اساس ټولنيزی ناخوالی خپل ورستنو پړاونو ته ورسيدلی، رشوت،اختلاص، دملی دارایی نه ناوړه استفادي،دماشومانو او پيغلو تښتول،په سلهاوو ښځو ځان سوځونه او دهيروئنو قاچاق قانونی بڼه غوره کړه،قضا او قانونی قضاوت کله کله خپل ځای فتواگانو ته پريښود چی هغه هم دعدلي دوزارت تر دروازو بيرون د ځينو چارواکو او زورمندانو لپاره دمنلو وړ نه وې، او کله به بيا مجرم ښودل شوۍ کس درشوت او يا تنظيمی اړيکو پر بنياد ډير ژر له زندان څخه خلاص شو.کله چي به خلکو له دغو ناخوالو نه انديښنه څرگندولی هر چيری به داورته ويل کيده صبر وکړۍ چی داځل لويه جرگه دايره شی او اساسی قانون تصويب شی هر څه به ښه شی دا تياره شپه به رڼا دټولو بي قانو نيو او بي عدالتيو مخه به ونيول شي،خوداکار ونشو او نهم داخوب په رښتيا بدل نشو! ",لومړنی ټاکل سوی ولسمشر او زړې ستونزي
167,,"
",
168,,"
",
169,,"
",
170,,"
",
171,,"
",
172,,"
",
173,,"
",
174,حبيب الله غمخور _ سويډن,"
",د زهروجام ؟ که د افغان ولس د ارادې نه ډک جام
175,,"
",
176,,"
دفلسطيني مشر ياسر عرفات نوم د څو تيرو ورځو په دوران کښي د يو د نړيوالو مطبوعاتو دخبرونو له سرټکو څخه دی .
ويل کيدل چي عرفات پاريس ته نږدې په يوه نظامي روغتون کښي تر درملنې لاندي دی . د نومبر پر څلورمه ماځيګر په نړيوالو بېلابېلو خبري رسنيو کښي دهغه په اړه وويل شوه چي د هغه ماغزه مړه دي او نور د کوما په حالت کښي دی .
د نومبر پر ٤مه نېټۀ د اروپا په وخت د شپې پر ١١ بجو د ماسکو څخه ځينو رسنيو دا خبر اعلان کړ چي فلسطيني مشر ياسر عرفات د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق رسيدلی دی . دا خبر تر اوسه د ياسر عرفات کورنۍ او نړيوالو مطبوعاتو نه دی اعلان کړی .
سي اين اين ٥ نومبر :
ياسر عرفات مړ نه دی خو د ژوندي پاته کيدو هيلي يې وار په وار لږيږي . که چيري ياسر عرفات د ژوند سره مخه ښه وکړي ، د جنازې د مراسمو لپاره يې د غزې په تراډه کښي تياری نيول کيږي .
",روسي مطبوعاتو د ياسر عرفات د مړيني خبر ورکړ خو عرفات مړ نه دی
177,,"
(بي بي سي ): په مزارشريف کښي دلومړي ځل لپاره د عصبي او روحي ناروغيويو شخصي روغتون جوړ شوي دي. دغه روغتون چې شل بستره ايز دي د درملنې لپاره ددولتي هغو په پرتله زياتې اسانتياوې لري. ډاکټر محمد نادر عليمي چې د دغو ناروغيو يوکار پوه دي اوهمدا شخصي روغتون يې په زيار جوړ شوي دي، واي چې عصبي او د ژور خپګان ناروغۍ په افغانستان کښي د خوريدو او زياتوالې په حال کښي دي. او زياتوي چې د دري لسيزو جګړو له کبله د افغانستان يو نسل په دغو ناروغيو اخته دي. د عليمي په نامه د اروايي او عصبي ناروغيو دغه شل بستريز روغتون د ټول افغانستان په کچه يواځينې شخصي روغتون دي چې د نورو ورته دولتي هغو په پرتله له زياتوو طبې اسانتياو څخه برخمن دي.
", مزار شريف کښي د عصبي او روحي ناروغيو روغتون
178,خان(خادم کوچى),"
خان (خادم کوچى)
دخلکو ډېره برخه روايت پالنه او روايات خوښوي پخواچېر ته د تيرو تا ريخونو په پا ڼوکې ليکل شوي ووچي دافغانستان خلک دغه ډول اوژوند کوي ورسره دا چې د دربار ژبه يې کارکې يا دري ده يا په پله وينا چې د غټا نو ژبه يې بېله اود خلکو ژبه يې بل ډول بيله ياده شوې وه پېړۍ ، تېرې شوې چې د افغانستان خلک د همدغه روايت په پښو کې رغړي، د ژغور نې اوله دغه روايت څخه داېستينې لا ره نه شي پيداکولى د لسګونو پاچاهانو له شته والي سره،سره، درباريان له دربار څخه ونه وتل خپل خواره واره ولسونه او خلک يې ونه ليدل له بده مرغه پښتو ژبې په سم ډول دربارته لاره پيدا نه کړه هر څوک چې د دربار ورپالي او چاپېريال ته ننه وتل هغوی دغټانو په ژبه خبرې کولې دربار يان کېدل٠
د در باري بلبلا نو د ترنګ او شرنګ له برکته د دربار ژبې په سيمه او افغانستان کې پراختيا اوپياوړتيا وموندله دوخت ديو متل له مخي هرڅوک چې په خيټه مړېده پاړسو ګله يې ويله له ديوان او دفترسره، سره دغې خپکۍ زموږسيمه اولرې پراته کلي هم ونيول له همدې امله ووچې دسيمې مشرتوب دطوطيانواوبلبلانوپه همدغه ژبه غږېدل هريو مشر به له خپلې خولې غټه حلوايي رحې غټ قاپونه (قاف)اوغټ پټ عينونه غورځول هرښاغلى دغټانوپه ژبه غږېده،
په دفتراوديوان کې ددغې ژبې حاکميت اولوړوالي زموږ ولسونواړکړل ترڅو دغه ژبه زده کړي په دغه بدمرغه بهيرکې زموږ په جومات کې چړي ( طالبان ) اوپه ښوونځي کې زده کونکى وهڅول شول چې دغټانوژبه زده کړي او دغټانوپه څېرغټې غټې خبرې وکړي ياغټ غټ لغت اوويوکې وغورځوي.
له همدې امله ووچې پښتوژبې خپل ډېرزامن له لاسه ورکړل چې ډېريې درباري بلبلان ددرباريانوزامن پورې اړوند خلک اوقومونه يادولى شو
همدغه ډول د هېوادپه شته ښوونځيو کې پښتو ژبې ته پاملرنه ونه شوه په يوبل نوم اوبڼه له پام څخه وغورځول شوه په پښتنې سيموکې دفارسي ژبې د دودونې هلې ځلې پيل شوې زموږخلک له خپلې ژبې څخه لرې شول په لوړوزده کړواوپوهنتون کې پښتوژبه دملي توب پرځاى ديونيمګړي مضمون پوړۍ ته راټيټه شوه فارسي ژبه دجامع الکمال په ډول په پوهنتون کې مخ په وړاندې ولاړه دپښتوژبې لاره ډب، ديوې خوشې اوچېټي ژبې په بڼه کې پاتې شوه تردې پورې چې ترننه پورې دټوکواوملنډوپه نوم ورته کتل کېږي همدغه ډول سخته اوشډله ژبه ورته ويل کېږي په ډېره بي شرمۍ اوسپين سترګۍ سره دپښتوژبې دسپکاوي هلې ځلې همداسي روانې پاتې شوې چې پاى يې لاتراوسه پورې نه ليدل کېږي.
دافغانستان په پخوانيوقوانينوکې پښتوژبه دملي ژبې په نوم ياده شوې وه، لکه پښتودافغانستان ملى ژبه ده پښتواودري يا فارسي دافغانستان رسمي ژبې دي ولې له بده مرغه په وروستيوکلونوکې دپښتوژبې په ميلتوب باندې قانوني بريداوبلوڅې وشوې په لنډمهاله اومنځ مهاله دوره کې دپښتوژبې مليتوب ،ملي غرور اوملي لوړوالې يوکوچني سرودته راټيټ کړل شوچې تراوسه پورې داهم څرګنده نه ده چې زموږپه جمهورى اسلامي کې به ترکله پورې ايرانى سرودزمزمه کېږي اوپښتوملى سرود به ځنډول کېږي ؟؟
دروايت پالنې يوبله بده بېلګه دافغانستان په ستروښارونوکې هغه ښوونځي دي چې دپخواني دور له مخې زده کوونکو ته په فارسي ژبه زده کړې په کې ورکول کېږي دود،چې هرچاايښى دى ياهروخت کېښودل شوى دى خوپښتانه زده کوونکي اړدي چې په دغوستروښارونوکې په فارسي ژبه زده کړه وکړي له همدي امله پښتون چې کله په لومړي، منځني ټولګي اوپوهنتون کې بله ژبه ووايي دخپلې ژبې په اړونديو پوچ غوز ترې جوړشي هغه بياله خپلې مورسره هم په خبره نه پوهېږي که دافغانستان پېښې په دريوبرخوباندې وېشو، لومړيوشپوورځوته دسردادرانواوپخوانيوپاچاهانوبرخه ووايو،اوبلې برخې ته يي دډله ټپلوبرخه ووايواودرېيمې برخې ته يې ، دنوي افغانستان برخه ووايوپه دغوټولوکې درباري هڅي اودرباري بهير همداسې پياوړى اوځواکمن پاتې شوى دى لکه:
خوشال خان خټک چې واېي ::
پښتانه که په خويونوڅه ناکس دي
کوټه سپي دقصابانودجوس دي
دژبي دواکمنۍ اوپياوړتياله مخې دربارپاتې شوى پښتواوپښتانه په وربايي اوجوس کې پاتې شوي دي دشل کلن جنګ په ترڅ کې دافغانستان خلک په ټوله نړۍ کې خپاره شول اوبله داچې نن دانټرنيټ کمپيوټر اونوروډېرووسايلوکېدلى شوى چې په نوي ،اتپون نړۍ کې به افغانستان هم يونوى اتپون افغانستان وي، يابه جوړشي!
دطالبيزم عربيزم اوامارتيزم له ماتې سره سم چې له کله نه پکول اوچپنه د کابل په ارګ ننه وتل افغانستان يوځل بياددربارپه لورخپل مزل پيل کړ دپخواني دربارهغه تېره روايتي لاره يې خپله کړله چې ګواکې په دربارکې فاړسي ژبه ويل کېدله اوداچې له ټولواداروڅخه پښتولوحي وغورځول شوي پر ځاي يې فارسي لوحي ولګول شوې دايرانيانوهڅې دهيواد په بېلا بېلوډلواوسيموکې پياوړې شوې دراډيوټلوېژن دجوړو اومرستې په نوم دخپرونوله لارې دپښتوژبې دکمزوري کولواوڅنډې ته کولودفارسي ژبې دپرمختګ هڅې دومره ګړندۍ شوى چې دنورونړيوالوماسيسوپه وجودکې يې هم پښتوژبه دويم پوړته وغورځوله .
د تېروخت اوهم دنن وخت دايرانيانو يافاړسي ژبې ايرغل او د روايت پالنې له امله پښتانه تريواغيز لاندې راځي ډېرشميرخودا زړه او زړورتيا له لاسه ورکوي چې په پښتوژبه خبرې وکړي دخپل بي زړه توب له امله هڅه کوي چې ځان ته بل رنګ ورکړي يا د ځينې په وينا خپل ځانونه لوى اوښه خلک ښيي په چوڼ ماچوڼ ژبه اوچوڼيا بخيوخبرې کوي ځينې ښاغلي بياله دې تکبيرلاندې په چوڼيابخيوخبرې کوي چې خپل ځان ملي شخصيت وښيي، اوبل دپښتوژبې دبدمرغي اوورکې له پاره بله ستونزه غوښتن ليکونه ياچې دوى ورته عاريضې وايې دادي پښتانه زړه نه شي کولى چې په پښتوژبه غوښتن ليک وليکې لومړى ستونزه داده چې ميرزاقلمان پښتوژبه نه شي ليکلى اوبل داچې پښتوژبه دده له پاره دډوډۍ ژبه نه ده هغه کولى شي چې ددغې ژبې سپکاوي هم وکړي اوبل داچې پښتوژبه يوغورځول شوې ژبه ده غورځول شوي ځوک نه راپورته کوي په سيمه کې که يوڅوک داسي نوښت اوزړه ورتوب وکړي اوپه پښتوژبه غوښتن ليک وليکې ښايي ډېر خلک ورته وايي چې موږ نه پرې پوهېږواوبله داچې ښايي دپښتوژبې عاريض په وړاندې ډېرخنډونه پيدا شي تردې پورې چې په ټنډه يې داسي څه وليکل شي چې دمنلووړونه ګرځي يوازي داسي بايدونه بلل شي چې دپښتوژبې په دښمنۍ اوسپکاوي کې غيري پښتانه ګرم وبلل شي لومړى غيري پښتانه ګرم اوپړه دي چې له خپلو ټولوازاديواومشرتوبونوسره ،سره دپښتنواوپښتوژبې په حقونوباندې تېرى کوي په دويم کدم کې پښتانه ګرم، سپک اوبيکاره خلک دي چې دخپلي ژبې اوخپلوخلکوحقوق نه وپېژني يا په خپله سيمه کې خپل ځايي ونه پېژني.
دافغانستان درباريان اوايرانيان بايدپه دغوڅوورځوډاډه نه شي چې دهيوادپه وړواو کوچنيوبرخوکې خپلي ببولالي وايي ياداچې په راډيو او ټلويژن کې خپلې منګولې خښې کړي اوزموږ ارزښتونه مسطه کړي په وارو، واروليدل شوي دي دغه ډول درباري چلنداويومخيزوکړوړوډېره بده زېګنده درلودلى ده ددوښمنانو له پاره پښتانه اوپښتوژبه سپېره خلک اويرغلګر سپېره کوي وخت ناوخت ددغوخلکواوژبې دوښمنانوداسې زيان موندلى دى چې دغليمانودبخت ستورى يې راټيټ کړي اوغورځولي دې و لرې نه ځود غرني له سوزولوڅخه يې رانيسوغزني له همدي امله وسوزول شو، غزنويانودرباري چلندخپل کله پښتوژبې اوپښتنوسره يې ددوښمنۍ لاره ونيوله دپښتنوکرکه يې راوپاروله دپښتنوپه مټ کټلي ټول برياليتوبونه يې له لاسه ووتل دالف تګين کورنۍ دتل له پاره نېسته اونابوده شوه
همدغه ډول په سيمه کې دايرانيانودګورګين وروستى دربارووچې دميريس خان نيکه له خوونړول شودتل له پاره ايرانيان په دغه نيږدې سيمه کې ىئې بدله اوبې اغېزې شول هغه پخوانى نېغ په نېغه درباريي له خاوروسره خاورې شو .
دنړۍ يوتاريخ ځواک او يرغل مغلوټوله نړۍ ونيوله دتوري اوقلم خاوندخوشال خان خټک خيال کاوو چې دسړک اولويې لارې په سربه مغلان دتل له پاره تګ اوراتګ کوي دده له وينا سره سم له سړک او لارې څخه لرې خښ کړل شو،ولې دپښتوژبې اوپښتنوددوښمنانو، مغلانوستورى داسې راوغورځول شوچې اوس يې په سيمه کې نوم هم نه ليدل کېږي زموږ خلک سرلوړي په خپله سيمه کې ژوندکوي همدغه ډول دپيرروښان هلي ځلي دټولودوښمنانو له پاره ديادولووړ دي اوداڅرګندوي چې دپښتوژبې اوپښتنودوژلوهڅه دې هيڅوک نه کوي
زموږدهيواد پخوانى دربارسرداران ديادولووړدي دوى په افغانستان کې دربارجوړکړدپښتوژبې اوپښتنو حقوق يې له پښولاندي کړل ددرباراوفارسي ژبي دپراختياهڅه کېدله په سم ډول نه پښتوژبه وويل شوه اونه خوددي ژبي دپراختياله پاره کاروشوستونزه دارمنځ ته شوه چې اتيون ،نوې ځوانان اولوستې ټولنه له دربارڅخه لرې پاتې شوه ددرباراو دربار يانوپه وړاندې کرکه راپيداشوه په پاى کې دنادري اوشاهي کورنۍ دټغرټولولوهڅې پيل شوې داسمه ده چې پېښه به ډېر اړخونه ولري ولې په ملګروملتونوکې دنورمحمد ترکې پښتووينايادهغه خبروچې په خپله پښتووينايې وياړ کاوو،داسي انګېزه ورکوي چې که په افغانستان دربار،دربارنه وايي پاتي شوي اوپښتانه وروسته اولاندې خلک يا پښتوژبه لاندې اوغورځول شوې ژبه نه وايي پاتې شوي نودغه دکابل درباربه داسې په بي رحمي سره نه واى وران شوې همدغه ډول شوروي لوري اوځينې نوروهيوادونوولکه تاجکستان ،ايران،ازبکستان،اوترکيې غو ښتل چې په افغانستان کې پښتوژبه اوپښتانه له پام څخه وغورځوي يادپښتون ضد هلې ځلې په کارواچول شوې وليدل شول چې دافغانستان دټولوخلکوستونزې زياتي کړل شوې همدغه ډول دمقاومت په وجود کې ايرانيان ،فرانسويان اودغه ډول نورسپين پوستي اوسره پوستي سره يوځاى شول پښتوژبه اوپښتانه له دې امله اوپه دې نوم اور،او زورته ونيول شول چې ګواکې تاسوله طالبانوسره مرسته کړې ده داڅرګنده خبرده چې ډېر به ډېره مرسته وکولى شي ښايي دخپل ډېروالي له امله يې له هغوې سره مرسته کړې وي دهمدغه بهيرپه ترڅ کې يوځل بياپه افغانستان کې دفارسي ژبې دربارجوړکړل شوزموږ دهيوادډيرغټان دباباددرباريانوپه ګډون په پښتوژبه نه پوهېږي ځينې پښتوژبه نه وايي هرنوم هره پلمه اوبانه چې وي خوهرڅومره چې دپراخه پرګڼوپښتوژبه په يوځاى کې کمېږي په هغه اندازه به دغه خلک دپښتنوملاتړ له لاسه ورکړي اوپښتانه به دخپل ځان له پاره نورې دژوندلارې چارې پيداکوي داپه دي مانانه ده چې يو څوک به ورته وايي دادهرژوندي پيدايښتي خوي دى چې دخپل ژوند دپالنې اوساتنې له پاره به لاره چاره پيداکوي يوورځ دښاغلي کرزي له فرهنګي سلاکار څخه پوښتنه وشوه ،ويل دافغا نستان په شمال اوځيني سيموکې له پښتنوسره سم چلند نه کېږي دښاغلي کرزي صاحب سلاکاروزيرهيوادمل صاحب ډېرپه غروراوغوڅه توګه وويل :
دروغ دي چې هرڅوک وايي دروغ وايي څو،څووارې دنړۍ دبشردحقوقوټولنواوخبر يالانوبيا،بيادپښتنوستونزې اوبده ورځ نړيوالوته بيان کړې ده سړى نه شي ويلى چې دکرزي صاحب سلاکارفرهنګي وزيرسم وايي اوکه دغه نورخلک دروغ وايي دکابل ملي ټلوېزيون دهرچاپه وړاندې ده سلاکاروزير صا حب دې وګوري چې څومره درباراوڅومره پښتوژبه پکې ځاى شوې ده ، همدغه ډول نورې پرهنګي هڅيدې وګورى چې پښتوژبه څومره اوکوم ځاى پکې لري نوښه خبره به داوې چې پښتوژبې اوپښتنوته په وړه اوسپکه سترګه ونه کتل شي دوې ددغې سيمې خلک دي دڅوکسوليکوالانوژبه نه ده چې ټول ژونددپښتو ژبې دحقوقو اوغوړيدنې له پاره ناري سورې وهي ولې هيڅوک يې غږنه اوري هرڅوک چې په دغو خلکوباندې واکمني کول غواړي دهغوى دنده ده، همدغه ډول دټولوپښتو ژبواوبشري ټولنې دنده ده چې پښتوژبه اوپښتانه له پام څخه ونه غورځوي په ستروښار ونوکې دي دمورنۍ ژبې دزده کړې وخت اوحق ورکول شي په ټلويزيون کې دې پښتوژبي ته ډېره برخه ورکوله شي دلومړي توب حق دي ورکول شي يا دې همدغه راډيواوتلويزيون يوچاته ورکول شي چې دملتوب نوم ونه لري اودخلکوګډه ملي پانګه ونه خوري که اغاى رهين يااغاى حِضرت خان ته په اجاره ورکول شي لابه ښه وي .
همده غه ډول درباريان اومشران دې په دغه خبره ځان بدنه ګڼي يادې خپل ځان وړوکى نه ګڼي چې په پښتوژبه خبرې وکړي داچې په دفتراوديوان کې پښتوژبې ته کله ځاى اووده ورکول کېږي بايدپه پام کې ونيول شي دوزارتونوپه وړاندې اوپه رسمي اداره کې بايد پښتولوحوته ځاې ورکول شي پښتولوحې بايدولګول شي له قانوني ويناوسره سم بايد دپښتوژبې دودې له پاره کارونه پيل شي ،پښتوعاريضه ياغوښتن ليک اوپه هغه باندې پښتواحکام ياحکومونه بايد وليکل شي ترڅوچې پښتوژبه اوپښتانه نورخلک دژوندپه ټولوخوږواوترخوکې له خپله ځانه اوخلکوسره يوځای نه کړي اوددغې سيمې ديومنلي اوپياوړي انسان په سترګه ورته ونه کتل شي ؟؟؟
لاتراوسه يې مازغه په کرارنه دي
چاچې ماسره وهلې سرپه سنګ دى
",افغانستان د دربار پر لور ! ! !
179,,"
",
180, غفور لېوا ل,"
بېګاه دلته راغلې وه ډيـــــــــــــــــــــــــوې سره نجلۍاسمان نه پريوتلې وه ډيـــــــــــــــــــــــــوې سره نجلۍ
دسپين كميس ګلان يې دمظلومووينو څاڅكيملنګه وه ،سپېڅــــــــــــــــــلې وه ډيوې سره نجلۍ
په كلي كې نن بادداسرافيل شپېـــــــــــــــلۍوهلهبېګاه كوم چا ويشتلې وه ډيوې ســـــــــره نجلۍ
يو روڼ ستورى راپريوت خلكو وليده له ورايههمدغلتـــــــــــــــــــه لويدلې وه ډيوې سره نـــــجلۍ
دكلي ملا يا نو تر سبـــــــــــــــــــــــــــــــــا هو الا هو كړدقدر شپه بللې وه ډيوې سره نجــــــــــــــــــــــــــــــلۍ
تمـــــــــــــامه شپه مې بل و دزړګي كور كې څراغما هم چېرې لېدلې وه ډيوې سره نجــــــــــــــــــــــلۍ
يو څــــــــــــو لېوني ولاړو چې دزړونو نذر وركړوارمان چې نو ره تللـــــــــــــــــــې وه ډيوې سره نجلۍ
۴ مې ۲۰۰۴ ارېزونا- متحده ايالات ", ياهو
181,سور غر توخى,"
دلړم پر١٥مه نېټه دکندهارښار په مرکزد شهيدانو واټ کې دحامد کرزي دبيا ولسمشرۍ له امله دخوښۍ څرګندولو لپاره په زرګونو ښاريانود شپې تر ١١ بجو ا تڼونه کول .دغه راز دشمال په مزار شريف او جنوب ختيځ په نورو دريو برخو، خوست، پکتيا، پکتيکا کې هم دحامد کرزي په برياليتوب دخوښۍ څرګندولو لپاره غونډې او مېلې وشوې. په کندهار کې د همجا د ځو ا نا نو د ټولنې مشر مسعود توفيق چې، داتڼ ننداره يې کوله دپژواک خبري آژانس خبريال ته وويل چې، دوى د خلکو د غو ښتنې پر اسا س د ا تڼ تا بيا کړ ېده ، نو موړي زيا ته کړه(( ښاري ځوانانو هيله درلوده چې، نن شپه دکرزي دبياراتلو او ولسمشر کېدو په خاطر اتڼونه وکړي چې، موږ ددوى له زوق او غوښتنې سره سم د اکار وکړ. ))خو له اتڼ سره سره دکندهار اسمان له اوږده ځنډ ه وروسته يو ځل بيا درڼا کونکو مرميو چې، په همدې خوښۍ داسمان په لور توغيدلې ننداره کوله او دښار ناخبره خلک يې داتڼ او ډول پر لور هم راماتول.دزياتو هوايي ډزو له امله دملي اردو ځواکونه سمددلاسه راورسېدل او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې ډزې بندې کړي. خو دملي پوليسو يو تن چې ،دخپل کنډک مخې ته ولاړ او هوايي ډزې يې کولې او دنوم ښودلو څخه يې ډډه کوله پژواک ته وويل (( ته داوګوره وايي ډزې مه کوئ، دوى لا اوس هم کرزى صاحب نه مني والله نن شپه به پنځه صندوقه مرمۍ فير کړم.)) دکندهار د ښاريانوپر وينا، د څه دپاسه دوه لسيزو جګړو وروسته، دا ددوى لمړۍ دخوښۍ شپه وه چې په اتڼو اونورو ميلو يې لمانځي. په دې اړه دښار يو تن اوسېدونکى خان محمد چې ميلې ته په موسکو شونډو، يو له تماشه کونکو څخه و، وويل (( په پنځه ويشت کاله کې مو دااوله شپه ده چې له کورو راوتلي يو. ډولونه دي، اتڼونه دي، اوميلې دي. ))دغه راز جنوب ختيځو ولاياتو کې هم دحامد کرزي دبرياليتوب په وياړ غونډې او ميلې شوې دي. د خوست ولايت د٢٥مې فرقې قوماندان بريد جنرال خيال باز شيرزوى پژواک ته د تيليفون په ليکه کې وويل چې، له ١٠٠٠و څخه زياتو خلکو ديوې غونډې په ترڅ کې دنوي حکومت څخه دملاتړ او له حامد کرزي څخه يې دجنګ سالارانو دختمولو غوښتنه وکړه.همدارنګه په پکتيا او پکتيکا کې هم خلکو دورته خوښيو او نظرونو څرګندونې کړې دي. دپکتيا والي اسدالله وفا دتيليفون په ليکه کې پژواک ته وويل چې ،دخلکو په دغو غونډو دنوي حکومت څخه دامنيت، او بيا رغاونې په برخه کې دزيات کار غوښتنه وکړه.
کندهار پژواک خبري آژانس، دلړم ١٦مهخبريالان: سعيد زابلى او عزيز زاهد
",دحامد کرزي دبيا ولسمشر کېدو له امله دخوښۍ غونډې
182,سورغر توخى,"
دقوماندانانو دموټرو دزغاستي په مقا بله کې يو ولسي وګړی ټپي او دوه ووژل شوه .
د عيني شاهندانو له خولي داسي ويل کيږي چي داپېښه د ننګرهار ولايت دجلا اباد ښار په څلورمه ناحيه کې روژه ماتي ته په داسي حال کښي رامنځته شوه ، کله چي په دوو موټرو کښي سپرو دولتي وسله والو کسانو يو له بل سره موټر ځغاسته کول ، او لږ شېبه وروسته يې يو پر ډزي و کړې .
دعيني شاهدانو پر قول قوماندان ازرالدين چې دجلا اپاد دقوماندان امنيه حضرت علي شاړي او ننګيالى دننګرهار دسرحدي لوا دقوماندان ملګرى وه ددوى دواړه موټر يوله بل سره څنګ په څنګ په په تېزۍ سره روان وو او هريوه هڅه کوله چې موټر له هغه بل نه مخکې شي چې په دې لوبه کې نامعلوم اړخ ډزې وکړې وروسته د واړو موټرو يو پر بل ډزې شروع کړي چې درې تنه سيمه ايز خلک چي ويل کيږي له کاره وزګار شوې ، او کورونو ته د روژه مات لپاره روان وو وويشتل شوه ، يو دوه تنه يې ووژل شوه او يو يې ټپي شو .
",په ننګرهار کښي دوه تنه ولسي وګړي په ترافيکي پېښه کښي ووژل شوه
183,سور غر توخى,"
دي دواړو ولسمشرانو ژمنه وکړه چې دوى به دترهګري خلاف مپارزه کې يو دبل ملاتړي اونه ماتېدونکې پاتيږي
ديادولوړده چې افغان ولسمشر حامد کرزي له پاکستاني ولسمشرپرويزمشرف نه مننه وکړه چې دوى په پاکستان کې ميشتو مهاجرو افغانانو ته دکاټونو اخيستلو او رايه اچولو په ورځ له امنه ډکه فضا رامنځ ته کړې وه او هم يې دجهاد په شپواو ورځوکي دپاکستان دمرستو يادونه وکړه چې افغانانو سره يې کړې دي .
پا کستاني ولسمشر پرويز مشرف ژمنه وکړه چې تل به له ورو رهيواد افغانستان سره اوږه پر اوږه ملګرى پاتي وي .
", پاکستاني ولسمشر پرويزمشرف له لوړ رتبه وزيرانو سره کابل ته خپل سفر طى کړ .
184,,"
",
185,,"
",
186,سورغر توخى,"
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين په دولتي تلويزيون نيوکه وکړه چې ولې دهندي او نورو بهرنيو فلمونو پر ځاى ، افغاني فلمونه نندارې ته نه وړاندې کوي په دې اړه مو د موضوع د روښانتيا لپاره د تلفون په ليکه له نوموړي وپوښتل ،هغه وويل : (( تنها سلسله تلويزيون و راديو نبوده از شبکه کيبل گرفته تا تلويزيون خودما ( دولتي تلويزيون ) سبب آزردگى وګمرا هى مردم است . ))رهين د لړم پر ١٦ مه له ټولوغږيزو او انځوريزو خبري رسنيو غوښتي و چې دروژې له مبارکې مياشتې سربېره دې د کال په ټولو وختونو کې خپرونې له اسلامي روحيې او ملي شئونو سره سمې جوړې کړي .خونوموړي ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې د دولتې تلويزيون خپرونې غير اسلامي ونه بللې سيد مخدوم رهين ،يو ځل بيا ټنګار وکړ او ويې ويل چې د مبتذل هنر پر ځاى دې راډيو ګانې او تلويزيونونه د ملي سوچه او اصيل هنر څخه په استفادې سره د خلکو لپاره د زده کړې او تفرېح دواړو لارې چارې برابرې کړي .رهين ددې پو ښتنې په ځواب چې په تېرو دريو کلونو کې يې ولې په خپرونوکې ددا ډول بدلون راوستلو هوډ ونه کړ ، وويل چې ، دا اقدام يې دنوو جوړو شوو راډيو ګانو تلويزيونو او کيبلونو له امله کړى دى . خو ځينې سياسې څېړونکي د رهين دغه څرګندونې چې خبري رسنۍ دې خپلې کړنې له اسلامي او ملي اصولو سره برابرې جوړې کړي ، د نوموړي له خوا سياسي هځه ګڼي .سياسي څېړونکي محمدصديق پسرلي وويل :(( فکر کوم ( رهين ) خبر شوى چې په راتلونکې کابينه کې نه شته نو ځکه دا خبرې کوي . )) دپسرلى د وينا له مخې رهين تر پرونه د آفتاب جريدې ملاتړى وو، او ددغې جريدې له لارې خپور شوى کفر يې د بيان د آزادۍ له مخې د خپرونکو حق ګاڼه .هغه وايي حيران دى چې اوس رهين د اسلامي روحيې او ملي شئونو خبرې کوي .د افتاب جريدې تېر کال د جوزا په مياشت کې د( فاشېزم مقدس ) تر عنوان لاندې يو مطلب خپور کړى وو چې د سترې محکمې له خوا يې ليکوال په کفر تورن شو ى و يوبل سياسي څېړونکى او د افغان جريدې مسوول مدير محمد حسن ولسمل هم پسرلي ته ورته نظر لري.د ولسمل د وينا له مخې که د رهين نو م په راتلونکې کابينه کې نه وي ، نوله خبري رسنيو څخه يې د اسلامي معيارونو د مراعات کولو غوښتنه ، د خلکو په مينځ کې د محبوبيت ميندلو له لارې د راتلونکې لپاره يوه هڅه ده .پژواک خبري آژانس (کا بل ) ، د لړم ١٧ مه خبريال: منصف
", داطلاعاتو او کلتور وزير له دولتي رسنيو سر ټکوي.
187,,"
",
188,,"
شکېپه حبيبي دکوساوو ،انجيليټو نايان د فليپين ، انيتافلانيګان د ايرلنډ څخه
د رويټر خبري اژانس سره په خبرو کښي د جېش المسلمين د ډلي د مشرتابه يوه غړي ملا صابر مومن وويل چي د درو يرغمل شويو بهرنيانو حال خرابيدونکی دی ، هغه وويل چي نيول شوي کسان ناروغه دي ، او خوراک څښاک نه کوي . نوموړي وويل چي د بهرنيانو حالت خراب دی ، هغه وويل چي له مارکېټ څخه يې ورته د څښلو اوبه او بېسکوټ راوړل خو د هغوی حالت د اندېښنې وړ دی . ملا مومن رويټر ته په خبرو کښي ويلي دي چي که چيري د دريو يرغمل شويو کسانو په اړه خبري اتري ناکامه شي نو تر ټولو لومړی به ( شکېپه حبيبي ) کوم چي په پورتني انځور کښي راسته خواته ناسته ده ، ووژني ، ميرمن حبيبي د کوساوو د هيواد تابعيت لري ، او ملا مومن وويل چي هغه ډيره مهمه ښځه ده . ",جېش المسلمين ډله او درې يرغمل بهرنيان
189,,"
",
190,,"
",په افغانستان کښي د انټرنټي اسانتياو لويه پروژه
191,,"
",
192,,"
هالنډی فلم جوړونکی ( ډايرکټر ) تېيو فان خوخ ١٩٥٧ _ ٢٠٠٤ هالنډ
تېيو فان خوخ يا ( ټای وان ګاوګ ) هالنډی فلم جوړونکی تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ د هالنډ پلازمېنه دامستردام په ښار کښي په رڼا ورځ د توپنچې په ګوليو وويشتل شو ، او ورپسې وژونکي څو ځايه په چاړه په دې سبب وواهه چي ژوندی پاته نه شي . وژونکی څو دقيقې وروسته بيا هم د وژل شوي جسد ته ولاړ وو ، او کتل يې چي مړ شوی دی که نه ؟ ددې سره سم پوليس راورسيدل ، تښتيدونکی په منډو منډو کښي ونيول شو ، او د پوليسو لاسته ورغی ، پوليسو وژونکی د محمد ب په نوم وپېژانده ، محمد ب مراکيشی ( مراکويي ) مسلمان دی کوم چي په هالنډ کښي زېږیدلی دی ، عمريې ٢٦ کلن دی ، او هالنډي تابعيت لري . په دې تور تر اوسه پوري بېلابېل عرب الاسله مسلمانان نيول شوي دي . ويل کيږي چي محمد ب به تېيو فان خوخ اسلام ته د سپکاوي اود نوموړي په يوه فلم کښي د يوې نجلۍ چي يوازي يو پوړنی ( پټکی ) يې پر سردی پر لڅ بدن باندي د قرآني ايتونو ليکل ښودلي وو .
ددې خبرونو په اوريدلو سره په ټول هالنډ کښي د تروريزم خبرونه خوله پر خوله شوه ، تيره ورځ سهار د ايندهوفن په ښار کښي پر يوه اسلامي مرکز چي هلته د عرب الاسله ماشومانو لپاره ښوونځی هم وو چاودنه وشوه ، خو څوک ورکي ونه وژل شوه ، ښوونځی وسوځيدل ، ددې سره سم په هالنډ کښي د اوسيدونکو مسلمانانو او هالنډيانو تر منځ تاوترخوالی مخ پر زياتيدو شو. نن سهار له خبرونو واوريدل شوه چي د هالنډ په يوه بل غټ ښار دين هاخ ( د هېګ ) کښي چيري چي تر ټولو ډير بهرنيان اوسيږي پر يوه سيمه د ځانګړې پوليسو لخوا بنديز ولګول شو ، ويل کيدل چي پوليسو په يوه کور کښي پر وسله والو کسانو يرغل کړی دی ، په دې وخت کښي پر پوليسو لاسي بم وچاودېد ، چي په پايله کښي يې درې تنه هالنډي پوليس ژوبل شوه ، دغې سيمي ته ټوله ورځ پر تګ راتګ بنديز وو ، او د همدغې سيمي اوسيدونکو هم نه شوای کولای چي له کورونو څخه بهر راووزي ، د دين هاخ ښار پر سر د الوتکو تګ راتګ بند وو، په سلګونو د پوليسو او اور وژني اوهمدا ډؤل امبولانسونه د تيارسۍ په حال کښي ليدل کيده . د ورځي په پای کښي ځانګړو پوليسو دوه تنه له هغه کور څخه پر کوم چي شک کيدی چي چاوديدونکي توکي به په کي ځای پر ځای شوي وي ، ونيول ، يو له دغو دوو څخه د پوليسو سره په جګړه کښي زخمي شوی وو، ويل کيږي چي دغوکسانو د فان خوخ د وژونکي سره اړيکي لرل . يو هالنډ ميشتي ترکي هلک وويل چي د فان خوخ د وژني په تور ټول هالنډ ميشتي مسلمانان بايد ونه نيول شي ، په ځانګړې توګه اسلامي ښوونځی او کلتوري مرکزونه .
د فان خوخ تر ووژني وروسته په لسګونو مسجدونه او اسلامي ښوونځيو ته زيان رسول شوی دی . هالنډي صدر اعظم وويل چي ، ښوونځيو ، کليساګانو ، ښوونځيو ، ماشومانو ، او هغه چاته چي د هالنډ د دموکراسۍ څخه روا ګټه اخلي تاوان مه روسوئ . نوموړي د مسجدونو سوځول وغندل ، اوږغ يې وکړ چي که نن مسجدونه اوښوونځي سوځول کيږي ، سبا به کورونه ، او بله ورځ به عام وګړي سوځول کيږي .نوموړي وويل چي موږ به په هيڅ ډول داسي ورانکاريو ته اجازه ورنه کړو ، او هڅي به وکړو چي ډير ژر يې مخه ونيول شي .
د يادولو وړ ده نن د نومبر د مياشتي پر لسمه نېټه ماښام پر اته بجې د ايندهوفن په ښار کښي چيري چي يوه ورځ مخکي يوه اسلامي ښوونځی سوځول شوې وو د هغه ښار اوسيدونکو لاريون وکړ، په لاريون د ٦٠٠٠ شپږ زرو په شمير مسلمانانو او هالنډيانو ګډون کړی وو . ",د هالنډي فلم جوړونکي تېو فان خوخ وژنه او اوسني ګواښونه
193,,"
",
194,,"
(بي بي سي ): د ملګرو ملتونو سازمان يو ځل بيا د کابل له ښاره د دغه سازمان ددريو کارکونکو په تښتونکو غږ کړي دي چې د کوچني اختر په درناوي له اسلامي دودونو سره سم خپل يرغمل خوشې کړي. په کابل کښي د افغانستان لپاره د دغه سازمان يوناما وياند مانويلډسلوا تيري دوي اونۍ د دغو تښتول شوو کسانو او د هغوي د دوستانو او خپلوانو په ژوند کښي له انتظار او تلوسې او په عينې حال کښي تر ټولواږدې او له درد نه ډکې ورځي بللي دي. تر دې وړاندي داسي رپورټونه هم و چې ګواکې د افغانستان حکومت او د ملګرو ملتونوسازمان د يرغمل نيونکو سره جوړ جاړي ته د رسيدو پر سر خبرو ته ناست دي. خو ښاغلي مانويلډسلوا خبريلانو ته وويل چې د حالاتو د نازکتيا له کبله دوي په دې اړه نور څه نه شي ويلي. د جېش مسليمين په نامه له طالبانوجلاشوې ډله چې د دغې تښتونې دعوه کوي ، د يرغملو د خوشې کولو په بدل کښي د ٢٥ طالب بنديانو د خوشې کيدو غوښتنه کړي ده.
",دملګروملتونو استازي د اختر په درناوي ديرغمل شوو د خوشې کولو غوښتنه وکړه
195,,"
(بي بي سي ): د يوسلو ديرشو زرو امريکاي ډالرو په لګښت دوه ښوونځي د نيمروز په ولايت کښي جوړ شول. يو ښوونځي چې شپاړس ټولګي لري د زرنج په ښار کښي او بل چې لس ټولګي لري د دلارام په ولسوالۍ کښي جوړ شوي دي. دواړو ښوونځيو کښي زر زده کوونکي ځاي په ځاي کيديشي. د دواړو ښوونځيو د جوړولو پيسې د ملګروملتونو سازمان ورکړي دي. له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمان يونسف واي چې په روان کال کښي يوسلوپنځه ښوونځي د دوي په مرسته د افغانستان په بېلابېلو سيمو کښي جوړ شوي دي.
",د يونسف له خوا په زرنج او دلارام کښي دوه ښوونځي جوړ شول
196,,"
(بي بي سي ): ولسمشر ښاغلي حامدکرزي د فلسطين د مشر ياسر عرافات د مړيني له کبله خواشيني ښکاره کړي ده. د افغانستان د حکومت د مطبوعاتي دفتر په يوي خپري شوي اعلاميه کښي د ښاغلي کرزي له قوله ليکل شوي دي چې ياسرعرفات يو ستر شخصيت و چې نيمه پيړۍ يې په منځني ختيځ کښي د سولي د راوستولو لپاره هلې ځلې کړي. ولسمشر کرزي هيله څرګنده کړي چې د فلسطينيانو راتلونکې مشر به هم د منځني ختيځ د سولي هڅې غزولې وساتي.
",د ياسر عرافات د مړيني له امله ښاغلي کرزي خواشيني ښکاره کړه
197,,"
",
198,مشرتابه جرګه ګۍ _ کولن جرمني,"
په افغانستان کې د اولسمشرۍ دلومړنيو ازادو ټاکنو د پايلو د اعلان په وياړ
د ٢٠٠٤ ز.کال د نوامبر شپږمه
جرمني ، د کولن ښار
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه ، په افغانستان کې د اولسمشرۍ د لومړنيو ازادو او ديموکراتيکو ټولټاکنو د پايلو د اعلان له امله د خوښۍ د څرګندولو په لړ کې ، لومړني افغان منتخب اولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته د دغو ټولټاکنو د ګټلو له امله مبارکي وايي او په راتلونکو پنځو کلونو کې يې جنګ ځپلي او ټوپک ځپلي افغانستان ته د خدمت په ﻻره کې د برياليتوب هيلې کوي .
د مبارکۍ د دغو مراتبو په څنګ کې ، په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه ، دغو ټکو ته په جدي توګه د ښاغلي اولسمشر پام رااړوي :
١_ موږ په دې نظر يو چې له دې وروسته منتخب اولسمشر د يو لړ بنسټيزو او زړورو ګامونو اخيستلو ته اړتيا لري . پياوړې اولسمشري او پياوړی او يو ﻻس حکومت د يو پياوړي هېواد د ځواکمنۍ نښه ده . سترې ملي هڅې ، سترو پرېکړو ته ضرورت لري. تر اوسه پورې د افغانستان حالات داسې وو چې د ځينو مهمو ملي ګامونو په اوچتولو کې هم له ناکامه او د وطن د حالاتو په پام کې ساتلو سره ، د محافظه کارۍ تر حده ځنډ شوی دی، خو له دې وروسته کورني حالات ، د ټولټاکنو بريالۍ پای ته رسېدنه او د نړيوالې ټولنې غوڅ ملاتړ ، د دې لاره هواره کړې ده چې اولسمشر د پياوړو او زړورو ملي ګامونو په اوچتولو کې له ځنډ او تعلل څخه کار وانخلي . د افغان اولس بشپړ ملاتړ او د نړيوالې ټولنې هر اړخيز حمايت ، هغه ته دا توان ورکوي چې نور پرېکنده ګامونه واخلي .
٢_ لکه چې ښاغلي کرزي د خپلې انتخاباتي مبارزې په پيل کې ويلي دي او بيا بيا يې ټينګار پرې کړی دی ، موږ له دوی څخه په درنښت ، خو په کلکه غوښتنه کوو چې له ځينو معلوم الحاله کړيو او کسانو سره چې په افغانستان کې د جنګ او جنګسالارۍ نښې دي ، که د هر نوم تر نقاب لاندې وي ،ائتلافي حکومت جوړ نه کړي . د ملې مشارکت په بهير کې د افغانستان د ټول اولس متخصص ، د کار اهل او ملي کسان چې د يو واحد پروګرام پلي کولو ته ژمن وي، د نوي افغان ملي حکومت په ترکيب کې سره يو ځای کړي ، او د تېرې کابينې هغه څېرې په کې بيا راغونډې نه کړي چې د دغو دريو کلونو د اساسي ناکامۍ عوامل او د ټوپکسالارۍ عاملين دي .
_ موږ هيله لرو چې د اداري فساد، د ترورېزم او جنګسالارۍ، مخدره موادو او نورو بدمرغيو په وړاندې مبارزه ،يوازې او يوازې د يوې سالمې ملي ادارې په جوړېدو سره په غوڅه توګه تر سره کېدای شي .
_ د پارلماني ټاکنو له پيل مخکې دې د جنګ سالارۍ ټول مدعيان پر خپلو ځايونو کښېنول شي ، که نه پارلماني ټاکنې او وروسته پارلماني اولسواکې هلې ځلې د دوی په وسيله له سترو خنډونو سره مخامخ کېدای شي .
زموږ په نظر،اولس خپل اولسمشر ته په ډېر ملي اخلاص خپلې رايې ورکړې ، پر هغه يې بشپړ باور وکړ ، اوس نو د اولسمشر وار دی چې خپلو ژمنو او د خپل اولس هيلو ته څه ځواب ورکوي !؟ دا به خبرې نه ، عمل جوت کړي .
په درنښت
_ افغاني کلتوري ټولنه / هالنډ
_ د افغانستان د فرهنګ ټولنه / ډنمارک
_ د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه / جرمني
_ د افغانستان د بيا ودانولو د مرستې ټولنه / اتريش
_ د افغانستان د تفاهم او مرستې ټولنه / بلجيم
_ د خپلواکۍ فرهنګي مرکز او خپرونه / ډنمارک
_ د افغان سينما او تياتر مرکز / جرمني
",په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې اعلاميه
199,بشير احمد ((پرهر )) ننګرهار,"
بس يو غږ ته دي همه جهان لوګي شـه
دوزخي ژبه دي څومره جنتي کـــــــــــړه
سُراوتال ته يې بلبل ګوته په خوله دي
تاله مونږه دهنر ورکه نيســــــــــتي کړه
چي پولادو نه هم کلک ووهغه زړونه
ستايوې ټپي ته ټول اوبه اوبه شــــول
اوچي ستــــــــــادترنم ډولۍ يي راوړه
دخيبراودشمشا د اننګي سره شـــول
منم ستا به ياديدو داشنــــــــــــــــــا کلي
چي ترڅنګه يي تل شنه فصلونه زانګي
خولدي به ناخبره وي ګل څانــــــــــــګي
چي قامت پوري دي څومره زړونه زانګي
چيرته لاړي زوروري څه دي وکــــــــــړه
ته مـــــــــــوګل هم دپټکي هم دوربل وي
ستادنوم له تورو داسي معلوميـــــــږي
که دوزخ وي نوهم ته به پکـــــي ګل وي
دامنو چي به وي سپين کفــــن کي تاوه
له ګوګل بدي تازه وينـــــــــــــي راڅاڅي
خوداستاپه جادوګــــر غږ مو باور دي
چي هروخت به ورته مړي ارواوي ناڅي
هغه تيرشو چي دي قدر په چـــــــــــــــانه و
ددوزخ دپاکي ژبي سنــــــــــــــــدرمار ي
دګودردکودو لپه کــــــــــــــــــــــــــي دعاده
چي هډونه دي هوسا اوســــــــــه ګلناري
",دپښتو ژبي وتلي سندرغاړي ګلنار بيګم ته !
200,عبدالله څار _ ننګرهار,"
",د ځوان شاعر ( څار) لنډه پېژندنه او شعري بېلګي
201,,"
(بي بي سي ): ملګرو ملتونو هغه لومړيتوبونه ښودلي چې په افغانستان کښي تر پارلماني ټاکنو نه وړاندي پام لرنه غواړي. د دغې ټولني په وينا لومړي بايد دولايتونو او ولسواليو بريدونه او پولي او په کښي د ميشتو وګړو شمېر په سم ډول وټاکل شي او بياپارلماني ټاکنې ترسره شي. د ملګرو ملتو ټولني يو جګ پوړي چارواکي د امنيت شورا ته د وينا پر مهال له افغانستان سره په پارلمالني ټاکنو کښي د مرستو غږ کړي دي. ده ويلي دي چې جنګ واکي، اورپکي او نشه يي توکي د نوي افغان مشرتابه په وړاندي پرتې ننګونې دي.
",ملګرو ملتونو د پارلماني ټاکنونه مخکي مهم ټکي په ګوته کړل
202,,"
له کابل څخه د داستاني اثارو لپاره د ځانگړې شوې دوه مياشتنۍ مجلې (( داستانونه )) څلورمه گڼه چاپ شوې ده . دا گڼه د سانيس فيکشن لپاره بېله شوې چې په دې باب يوه ليکنه او د بېلگې په ډول يې گڼې کيسې هم خپرې کړي دي . په پښتو ژبه دا لومړى ځل دى چې د ساينس فيکشن کيسې خپريږي .د داستانونه په څلورمه گڼه کې له ساينس فيکشن سره څنگ ته نورې لنډې کيسې هم شته . د داستانونومجله خپله وېبپاڼه لري :
www.dastanona.com ",نوې (( داستانونه )) چاپ شوه
203,,"
",
204,,"
",
205,,"
(بي بي سي ): د افغانستان لپاره د ناروې کميټې د څه باندي نوي زره امريکاي ډالرو په لګښت د بدخشان ولايت د يفتل په ولسوالۍ کښي دوه ښوونځي په اساسي ډول ترميم او بيا رغولي او د ښوونځيو زده کونکو ته يې نږدې يو زرو پنځه سوه ميزونه او څوکۍ هم برابري کړي دي. دا په داسي حال کښي چې د دغي کميټې د ښوونې او روزنې د برخي يو چارواکي فقير محمد بي بي سي ته ويلي دي چې تر دي مخکي د دغو ښوونځيو زدکونکو تر شنه آسمان لاندي د ګرمۍ او يخنۍ په ناوړو شرايطو کښي زدکړي کولي.
",د ناروې په مرسته په بدخشان کښي دوه ښوونځي بيا ورغول شول
206,,"
(بي بي سي ): د ولسمشر حامد کرزي وياندجاويدلودين ويلي دي چې په پام کښي ده چې په راتلونکي کابينې کښي به د نشه يې توکو پرضد د بېلا بېلو ادارو پر ځاي د نشه يې توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره يو ځانکړې وزارت را منځ ته کيږي. لودين يو ځل بيا وويل چې کابينه به وړه وي، خو زياته يې کړه چې د کابينې کوچني کيدل به د دولتي کارکونکو د ګوښه کيدو سبب نه ګرځي.
لودين واي دغه وزارت به نه يواځې د نشه يې توکو د قاچاق او توليد مخه ونيسي بلکې د کروندګرو لپاره د کوکنار پر ځاي د نورو تخمونو د برابرولواو په همدې اړه د کر نيزو ستونزو د هوارولو چاره هم په غاړه ولري.
",په افغانستان کښي د نشه يې توکو د قاچاق د مخنيوي نوي وزارت جوړيږي
207,ولي شاه طبيب /کندهار,"
د کوچني اختر په اړه له کندهار څخه د ښاغلي ولي شا طبيب راليږل شوي خبر
اخترونه هميشه په کندهار کښي په عنعنوي ځانګړي مراسمو سره نمانځل کيږي . د اوسني کوچني اختر لپاره خورا په لوړه کچه تياری نيول شوی وو ، په بازارنو کښي ډيره ګڼه ګوڼه وه ، دکلچو او پتاسو پر دوکانونو زښت زياته ګڼه ګوڼه وه ، دخوښۍ ځای دی چه دکلچو او نورو شيرينيو ډير نوي دوکانونه چه په ځانګړي ډول نوي شکل کلچي او پتاسي ښاريانو ته وړاندي کولې جوړ شوي وو ، خياطانو خو د اختر په شپو کښي هاند تر سهاره کار کاوه ،ډيرو خياطانو خو دروژي مبارکي مياشتي په اوله هفته کالي دګنډلو لپاره نه منل ،ځکه مخکي له مخکي ډيرو ښاريانو ټوکران دګنډلولپاره ورته ايښي وه ، همدا ډول دبوټونو پر دوکانو هم ډيره ګڼه ګوڼه وي ، شاه بازار او هرات بازار خو بيالکل دترافيک پر مخ بند وو . اوس چه دشخصي موټرو شميره هم فوق العاده زياته سويده نو دموټر پريمينځلو لپاره هم بايد موټران په قطاررونو کښي ولاړ وو .
په کندهار کښي داختر لمونځ هميشه په عيدګاه جامع کښي اجرا کيږي ، عيدګاه چه دکندهار ښار په شمال کښي موقعيت لري ، چه دغرب خواته يي لويه ګنبده چه تقريبا ۵۰ متره لوړوالی لری قرار لري دعيدګاه پر شاوخوا پوخ ديوال چه شپږ دروازي لري تاو سويدی ، او زيات تعداد زينتي بوټي دسرسبزی لپاره کښينول سويدي . دکندهار دښاريانو برعلاوه دنژدي ولسواليو لکه پنجوايي ،ارغنداب ،ډنډ ،دامان او سپين بولدک څخه ډير وطنوال داختر دلمانځه لپاره راغلي وو ، په زرهاوو وطنوال په جوپو جوپو عيدګاه مسجد ته ځانونه رسولي وو ، دعيدګاه په لوي او پراخ غولي کښي دلمونځ کوونکو لپاره لوډسپيکرونه درول سوي وو ، دامنيت او ترافيکي تيريدو او راتيريدو لپاره ځانګړي تياري نيولي سوي وو .
داختر دلمانځه وروسته سپين ږيري او مشران خپلو پلرنۍ هديرو ته تلل او خپلو عزيزانو ته يې لاسونه ددعا پورته کول .
عنعنوي ميلې :
دکندهار دنوي ښار په نوي پارک کښي داختر ميلي تر سره کيدلې ، سندرغاړي دنورو ولاياتو څخه د هنر وړاندي کولو لپاره راغلي وو، ځوانانو ملاوي تړلي او په ډيره مينه يې غيږي نيولې او ډير ليدونکي پري راټول وو ،ماشومان په څرخونو او ځانګوګانو کښي سپريدل او خوشحالي يې کولې ، ځوانان د هګيو قطارونه ايښودل او جنګول يې . ډير شمير خلګ دباباولي عليه رحمه او شاه مقصود عليه رحمه زيارتو ته تلل او دخوښي ورځي هلته تيرولې .
هرڅوک دخپلو دوستانو کورونو ته تلل او داختر مبارکۍ يې يو او بل ته وايل . ماشومان د اختر مبارکيو په ټولولو لګيا وو .
",کوچنی اختر په کندهار کښي
208,,"
",
209,,"
بي بي سي خبريو نړيوال سازمان چې په افغانستان کې ژورنالستي فعاليتونه ترسره کوي افغان خبريالانو ته پښتو ژبه ورزده کوي. ددې نړيوال سازمان انټرنيوز چارواکي وايي هغه خبريالانو چې کلونه کلون يې په ايران کې د مهاجرت ژوند تېر کړى دى په پښتو ژبې سم نه پوهيږي، چې دا مسله د هغوي د کار په کفيت اغيزکوي.
",افغان خبريالانو ته د پښتو ژبې د کورس پيل
210,,"
رويټر خبري اژانس :
ولسمشر بوش د ملي امنيت خپله سلاکاره کاندوليزا رايس د امريکا د بهرنيو چارو د نوې وزيرې په توگه نومولې ده. ولسمشر بوش وويل هغه د امريکايي ډېپلماسۍ د مشرتابه لپاره چې هيواد د ترهگرۍ په جگړه ښکېل او له نويو ننگونو سره مخامخ دى، تر ټولو غوره کس دى. د بي بي سي يوه خبريال آغلې رايس سخت دريځه ، خو داسې يو څوک بللى چې موخې يې ايډيالوژيکې نه، بلکه پراگماتيکې دي. زموږ خبريال وايي آغلې رايس لکه د ولسمشر په څېر پروتستانت مسيحي مذهب لري او دهغې په خپلو ټکو د هغه د دنننۍ کړۍ يوه باوري غړې ده. هغه وايي چې پخپله وينا د ولسمشر له هيلو ډکې او خيالولې آجندا سره سمه به روانه وي. د هغه د منځلاري سلف کالين پاول په اړه ډېر ځله ويل کېدل چې له حکومت سره د نظر يووالى نلري. ",ميرمن رايس د بوش له خوا د پاول پر ځاى وټاکل شوه
211,,"
",
212,,"
",
213,,"
",
214,رنځپوه سعيد و .ع .,"
له ډار او ګواښ سره مخامخ دى
د رنځپوه سعيد و .ع . ليکنه _ مزار شريف
د افغانستان په شمال کې يو خبريال د جنرال دوستم پلويان تورنوي، چې د يو ويدويي فلم د غلا په تور يې هغه تښتولى او ځورولى دى .
د افغانستان په شمال کې د اسلام الدين مايل په نوم يو خبريال وايي، له هغه وروسته خپل ژوند خوندي نه بولي، چې د عبدالرشيد دوستم سرتيرو د جګړې د جرايمو د يو ويديويې فلم د غلا په تور د يوې لنډې مودې لپاره بند ته واچولو او له ډار او ګواښ يې سره يې مخامخ کړ.
داسې انګېرل کيږي، په دې ويديو ټايپ کې هغه تصويرونه شته، چې د يو آيرلنيډي خبريال، جيمي دوران له خوا د مزارشريف د ډله ييزو وژنو په اړوند اخيستل شوي دي. دا فلم عمومي نندارې ته وړاندې شوى نه دى، خو د ٢٠٠٢ کال د جون په مياشت کې په اروپا کې يو شمېر ټاکلو خلکو هغه ننداره کړى دى .
د دوران فلم ډېر ضد او نقيض اړخونه لري، ځکه په هغې کې ادعا شوې، چې د امريکا د متحده ايالتونو ځواکونه د بلخ ولايت په قلعه جنګي کې د طالبانو د ناکامه پاڅون په نتېجه کې د هغوى په ډله ييزې وژنې کې لاس لري . په دې فلم کې داسې تصوېرونه هم شته، چې په کې د قلعه جنګي له بېرته نيولو وروسته د مزار شريف د ختيځې برخې د ايرګنک په دښتې کې د پاتې ژوندې طالبانو وژنه ښيي .
په دې ويديو کې دا ادعا هم شوې، چې ددې وژنو پر مهال د امريکا د متحده ايالتونو ځواکونه هم موجود و. تر دې دمخه، چې فلم د ٢٠٠٢ کال په دسمبر کې د جرمني د يو پراخ تلويزيوني کانال، اى آر ډي (ARD) له خوا نندارې ته وړاندې شي، د امريکا د باندينو چارو وياند، لاري شوارتز ددې فلم غندنه کړې وه، چې: ""په دې مستند فلم کې حقايق په بشپړه توګه ناسم دي او په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو د ماموريت ناسمه څرګندونه کوي.""
مايل، چې په ٢٠٠١ کال کې د دوستم له خوا د يو شمېرنورو فلم اخيستونکو (کمره مينانو) په کتار کې استخدام شوى، د دوستم له شخصي آرشيف څخه د هر راز فلم اخيستل او خرڅول ردوي .
مايل په دې ورځو کې د بلخ د راديو تلويزيون د ازبکي برخې خبريال و. نوموړي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د اکتوبر په ٢١ له ښار سره نژدې له خپل کور څخه د دوستم د وسله والو کسانو له خوآ وتښتول شو. تښتوونکو هغه د جوزجان ولايت يو شخصي زندان ته وليږدولو او د هغه د وينا له مخې د لس ورځې بند په موده کې تر څېړنې او شکنجې لاندې ونيول شو. هغه وروسته د اکتوبر په ٣١ له بنده خوشې شو.
جوزجان په دوستم پورې د تړلو ملېشو اصلي مرکز دى . دا جنرال، چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره يې د ميزان د اتلسمې په ټول ټاکنو کې ځان کانديد کړى و، خو برى په برخه نه شو، تر اوسه د جنبش ملي اسلامي په نوم د پوځي سياسي ډلې مشري کوي .
هغه کسيت ، چې مايل يې په غلا تورن شوى، د ٢٠٠١ کال په پاى کې په قلعه جنګي اود ايرګنک په دښتې کې د دوستم تر قوماندې لاندې د اتمې قول اردو د او په هغه پورې اړوندو نورو افرادو تصويرونه ښيي، چې د طالبانو په سلګونه نيول شوي افراد په ډله ييزه توګه وژل کيږي .
داسې ادعا شوې وه، چې ګوندې مايل ددې ويديو مواد د بلخ د تلويزېون په يو بل تن خبريال، نجيب الله قريشي باندې پلورلي و اوهغه بيا دا مواد د خپلواک خبريال دوران په واک کې ورکړي و. قريشي تر هغه وروسته چې دا فلم په يورپ کې نندارې ته وړاندې شو، له هېواده وتښتېد او ويل کيږي، چې په برتانيا کې اوسيږي. هغه د هالند تلويزيون ته ويلي و، چې په دوران باندې د فلم د پلورلو له امله د دوستم سړيو هغه شکنجه کړى و.
مايل آى ډبليوپي آر ته وويل، په جوزجان کې د بند پر مهال هغه ويلي و،چې دا فلم يې د ١٣٠ زرو ډالرو په وړاندې پلورلى دى . خو هغه وويل، چې له هغه څخه دا اعتراف د ګواښونو او رواني فشار لاندې اخيستل شوى و او په حقيقت کې له دغه راز معاملې سره هيڅ راز تړاو نه لري .
دې خبريال وويل، هغه ددې مستند فلم په څو برخو کې لېدل کېداى شي، چې په خپلې کمرې فلمونه اخلي. هغه وايي: ""ما په ايرګنک او قلعه جنګي کې د ډله ييزو وژنو فلمونه اخيستي و. نورو اوو فلم اخيستونکو هم د ايرګنک او قلعه جنګي کې فلمونه اخيستي و او دا ټول فلمونه اوس د دوستم په آرشيف کې خوندي دي. دوستم زه ددې لپاره ترهولم، چې زه له دې ټولو اسرارو څخه خبر يم.""
مايل له ٢٠٠١ کال څخه د ٢٠٠٤ کال د مى تر مياشتې پورې، چې د بلخ له تلويزيون سره يې کارپيل کړ، د دوستم کمره مين و.
مايل له آى ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې د خپلې تښتونې لاملونه او د هغې تر شا د چا د لاس د لرولو په اړوند څرګندونې وکړې. هغه وويل: ""د اکتوبر په ٢١، د ماسپښين د دوو بجو په شواوخوا کې په دوستم پورې تړلي اته وسله وال کسان زما کور ته راننوتل . د ټولو کوټو له لټونې وروسته يي زما يو زيات شمېر کسيټونه او د يو کوچني ټايپ په ګډون د رپوټ چمتو کولو وسايل واخيستل او زه يې په يو موټر کې واچولم . کله چې د مزارشريف د ښار په خواوشا کې د له امنيتي پوستو تېر شو، نو زما لاسونه او سترګې يې وتړلې.""
مايل وويل، ددې تر مخه چې سترګې يې وتړل شي، د دوستم د شخصي امنيت مشر، جنرال صمد يې په هغه موټر کې وليد، چې دې هم په کې سپور و. کله چې موټر له مزار څخه وخوځېد، نو په جوزجان کې يو غير حکومتي شخصي زندان ته يوړل شو. نوموړي دتښتوونکو سخته غندنه وکړه، چې د هغه شخصي او کورني کلکسيون او تايپ ريکادريې لوټلى او هغه ته يي د برمته کېدو پرمهال د مرګ ګواښونه کړي و. هغه وايي، که چېرته د هغه زوى دهغه د تښتونې په هکله د بي بي سي له راديو سره مرکه نه واى کړى، نو وخته به وژل شوى واى. هغه وايي: ""که د بي بي سي له راديو سره زما د زوى مرکه خپره شوى نه واى، نو هغوى پلان درلود په هماغه شپه مې ووژني.""
د مايل زوى، اسمعيل د اکتوبر په ٣١ د بي بي سي راديو ته ويلي و، چې د هغه پلار د دوستم سړيو تښتولى دى
مايل وايي، کله چې موضوع د خلکو غوږونو ته ورسېده او د مزار شريف د پوليسومشر خبر شو، نو د اکتوبر په ٣١ د مزارشريف استخباراتو ته وسپارل شوم. دا څانګه له سياسي موضوعاتو سره سروکار لري . مايل د نومبر په لومړۍ په حکومتي بنديخانې کې له يوې ورځې تېرولو وروسته خوشې کړاى شو.
ددې رپوت ليکوال د نومبر په لومړۍ له زندان څخه د راوتلو پرمهال مايل وليد، چې په پښو کې يي د اوسپنو د کړيو څرګندې نښې له ورايه ښکارېده او يوه پښه يې تړل شوې وه او بيا څه وخت وروسته يې له هغه سره مرکه وکړه.
د دوستم وياند، فيض الله ذکي آى ډبليو پي آر ته وويل،چې مايل د جوزجان امنيتي چارواکو د دوستم د شخصي آرشيف څخه د فلمو د پلورلو په تور بندي کړى و. د ذکي د وينا له مخې مايل د جوزجان ولايت په حکومتي بنديخانه کې ساتل شوى و. ذکي وايي، چې د هغه بندي کېدل د بلخ ولايت د پوليسو په ګډې مرستې تر سره شوي و. خو د مزارشريف د پوليسو مشر، جنرال محمداکرم خاکرېزوال آى ډبليوپي آر ته وويل، هغه ته ددغه بندې کېدو دمخه هيڅ خبر نه و ورکړ شوى او هغه يې د تښتونې يو عمل وباله . هغه وايي: ""موږ دې کار ته تښتونه وايو، چې د ځايي پوليسو له سلا مشورې پرته تر سره شوى وه .""
د بلخ د ولايت د ملي امنيت مشر، جنرال مجيد عظيمي وايي، که مايل په رښتيا دا فلم پلورلى هم وي، د استخبارتو څانګه هغې ته د جرم په سترګه نه ګوري. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ""د فلمونو پلورل په ټوله نړۍ کې دود دي او د يو جرم په سترګه ورته نه کتل کيږي.""
سره له دې چې پوليس او استخبارات په ټول هېواد کې د ودې په حال کې دي، د مايل تښتول ددې څرګندونه کوي، چې هغوى د جرمونو او امنيتي پېښو ته د لازم غبرګون وړتيا نه لري. مايل د پوليسو د امنيتي پوستې په ٥٠ مترۍ کې برمته شو، خو پوليس په هغې خبر نه شول .
نوموړې پېښې دې ګونګوسو ته نور هم زور ورکړى دى، دوستم اوس د يو سوچه سياسي مشر ادعا کوي، خو که د ملېشو قومانده په لاس کې نه لري، لږ تر له په هغو باندې د پام وړ اغېز لري. د افغانستان د سياسي ګوندونو قانون وايي ګوندونه، نه شي کولاى پوځي ځواک ولري، خو جنبش په دوديزه توګه له شمالي ملېشو سره نژدې تړاو لري .
مايل د مزار شريف په شل کيلو مترۍ کې د سرې او برښنا د فابريکې د استوګنې په کورونو کې اوسيږي. دا سيمه د ٢٠٠٤ کال د مى له مياشتې څخه د مخه د دوستم د پوځونو په لاس کې وه، خو له هغې وروسته ملي پوليسو په رسمي توګه ددغه ځاى امنيت په غاړه واخيست .
مايل وايي، له تښتول کېدو وروسته يې د خپل ځان د ساتنې لپاره ساتونکي ګومارلي دي، خو له دې وروسته په افغانستان کې د خونديتوب احساس نه کوي.
هغه وايي: ""زه د بند پرمهال له بدني شکنجو او ناوړه اعمالو سره مخامخ شوى يم، اوس د هغې په هکله څه نه شم ويلاى، خو کله چې له افغانستان څخه ووتلم، يو يو به يي بيان کړم .""
",يو خبريال د جګړې د جنايتونو د يوفلم په اړه
215,,"
(بي بي سي ): يو نوي راپور واي چې د افغانستان د اپيمو په توليد کښي دوه پر دري ډير والي راغلي دي. د امريکا متحده ايالاتونو په افغانستان کښي د نشه يې توکو د توليد د مخنيوي لپاره د يو لوي نوښت اعلان کړي دي. يو جګپوړي امريکاي چارواکي وويل چې واشنګټن اټکل کوي چې تر اوه سوه مليونو ډالرو ډير په روان مالي کال کښي د يو لړ ګامونو د بشپړولو لپاره و لګوي. په دغو ګامونو کښي د کوکنارو د کروندو اړول او د متابادلو بوټو کرلو ته د افغان بزګرانو هڅول او هغوي ته د کار د نوو امکاناتو برابرول راځي.
",په افغانستان کښي د نشه يې توکود توليد د مخنيوي په هکله دامريکا نوښت
216,,"
(بي بي سي ): په افغانستان کښي د دولتي خپرنيو وسيلو تر څنګ د نورو رسنيو له خوا دخپرونو په لړ کښي په کابل کښي په دي روستيو کښي نوي تلويزوني خپرونې پيل شوي دي. د طلوع په نامه ټلويزيون چې د کابل ښار په نږدې ټولو برخو کښي ليدل کېدېشي، داټلويزيون د لويديزډولواو تفريحي خپرونو په وړاندي کولو تر نورو ډير ليدونکي ځان ته ورمات کړيدي، په تيره بيا ځوانان او ماشومان. ځکه چې دغه ټلويزيون دد نورو پپروګرامون تر څنګ کارتوني فيلمونه او د موسيقۍ پروګرامونه هم وړاندي کوي.
",په افغانستان کښي نوي ټلويزيوني خپرونه پيل شوه
217,حبيب الله غمخور _ سويډن,"
حبيب الله غمخور _ سويډن", آخير ماشوم هم انسان دئ
218,,"
د خواخوږي مراتب
د ډګرمن استاد پير محمد د مړيني له كبله، چې جنازه پخوا په كونړ كې خاورو ته سپارل شوي ده، د هغه خداي بښلي غمجني كورنۍ او ټولو پاتي كسانو ته د زړه له كومي د خواخوږي مراتب وړاندي كوم او د هغه په غم كې د هغه د كورنۍ او نژدي كسانو سره ځان شريك ګڼم. هغه خداي بښلي ته دي خداي جنتونه په برخه كړي او د هغه كورنۍ او نورو خپلوانو ته د لوي صبر او زغم غوښتنه كوم.
عارف خزان _ ماسکو _ روسيه
",د ډګرمن استاد پير محمد د مړيني له كبله، د خواخوږۍ پيغام
219,,"
",
220,,"
(بي بي سي) : د افغانستان د بشري حقونو او د چاپيريال ساتنې سازمان له هوا څخه د کوکنارو په کروندو د وچونکو پوډرو د پاشلو له لاري په دي هيواد کښي د نشه يې توکو د کښتونود له منځه وړلو سره مخالفت کړي دي او ويلي دي چې ښايې دغه کار چاپريال ته د زيان رسولو په څنګ کښي د دې سبب شي چې يو شمېر کسان خوا بدي او له طالبانو سره يوځاي شي. داسي راپورونه دي چې امريکاي الوتکو په ازمايښتي ډول د افغانستان په ځينو ختيځو او سهيلي سيمو کښي د کوکنارو په کروندو دغه ډول زهر جن پوډر دوړه ولي دي چې واي د کوکنارو د کروندو د تباه کولو سربيره د سبو کروندي وچې کړي، څاروي يې وژلي او سيمه ايزخلک يې په جلدي ناروغيو اخته کړي دي.
افغان حکومت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره له هوا څخه د کوکنارو پر کروندو د زهر جنو پوډرو له شيندلو سره مخالقت کړي . د بشري حقونو او چاپيريال ساتنې دغه سازمان پر نړيوالې ټولنې ږغ کړي دي چې بزګرانو ته د متبادل کښت او نورو مرستو له لاري د نشه ايزو څيزونو د کښت او قاچاق په وړاندي جدي ګامونه اوچت کړي. ", په افغانستان کښي د کوکنارو په کروندو د زهر جنوموادو د پاشلو په وړاندي غبرګون
221,,"
(بي بي سي ): د افغان ماشومانوله نامه د حامد کرزي حکومت ته په سپارل شوې يوې اعلاميې کښي غوښتنه شوي چې د کوچنيانو روغتيا، ښوونې او روزنې ته پاملرنه وشي او د بې وزله ماشومانو د ژوندد ښه کيدو لپاره بيړنې ګامونه اوچت شي. دا وينا نن د ماشومانو د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د نړيوال کنوا نسيون د لاسليک د لمانځنې په مناسبت سپارل شوي ده. د اټکلونو له مخي د افغانستان دنږدې لسو مليونو کوچنيانو تر نيمايې ډيريې له زدکړې، روغتيايې پاملرنيې او د ژوند له نورو اړينو اسانتياو بې برخي دي. ",د حامد کرزي نه غوښتنه شوي چې د کوچنيانو ژوند ته پاملرنه وشي
222,نويد,"
د نويد ليکنه
دروان کال د عقرب دمياشی په «۳۰» نيټه دراډيو افغانستان له لاري افغانانو خبر تر لاسه کړ چی داساسي قانون له مخي د راتلونکي ولسمشر لخوا دقوس دمياشتي پر «۱۷» نيټه دلوړې او نوي دندي دپيل مراسم تر سره کيدونکی دي .
داساسي قانون د دريشپيتمی مادې پر اساس به ستاسو دلوړي په وينا کی داهم وي چی « داساسی قانون او نورو قوانينو رعايت او دتطبيق څارنه به کوئ » .
دهمدغه اساسي قانون چي تاسو ئې دپلي کيدو لوړه کوۍ په بل ځاي کي راغلي : « دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتياز منع دۍ . او دفغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق او وجايب لري » .
پوهيږو چي تاسو به اوس شپه او ورځ دراتلونکي کابينی دجوړښت په هکله فکر کوۍ او زيات وخت به په مشورو او مذاکرو مصروف ياست . دتير ی دريې کلني دورې له کابينې څخه معلومه شوه چی په هغه کابينه کښي چی دبهرنيانو دخوښي له مخی جوړه شوې وه پر جنگسالارو سر بيره دملي ژبی سره د تعصب خاوندانو هم ځای درلود . دهغې جملې نه داطلاعاتواو کلتور وزير ،او يو شمير نورو وزيرانو په شمول دعالي تحصيلاتو وزير دپښتو ژبي سره داختلاف ډير مشهور او څرگنده څيره ده .
موږ ابداٌ دانه غواړو چی ټول وزيران او چارواکي پښتانه وي ،ستاسو نه دافغان ولس لويه غوښتنه داوه او ده چی په کابينه کښی بايد دلياقت ،تجربي او مسلکی پو هی پر اساس کسان وټاکل شي .
څرنگه چی ښاغلي او اغلي وزيران او نور جگ پوړي چارواکي به له پښتو ژبو سره هم اړيکی ولرې نو سر له همدا اوسه بايد تاسو دغي ملي ستونزی ته متوجه ياست ، خداي مکړه چي کوم وزير صاحب او يا لوړ پوړۍ چاروکۍ دپښتو ژبي سره دمخامخ کيدو په وخت کی ووایي : « زه په پښتو پوهيږم خو خبري نشم کولاي ،او يا داچی وایي هغه څوک چي مانه غوښتنه لري چی په پښتو خبري وکړم او يا سوالوته ځواب ووايم دا تعصب دۍ او زه دتعصب څخه نفرت لرم ». اما دغه چارواکی دا هيره کړې چی پدغو کليمو کی هغه پخپله دپښتو سره څرگند تعصب ښي . نوي اداره اوکابينه که ټول افغان ولس ته دا اجازه ورکړي چی خپلي غوښتني په پښتو وليکي دابه ستاسو ستر او تاريخی چوپړ او نه هيريدونکۍ افتخار وي . په هره منطقه کښی که دنورو ژبو ويونکی زيات وي لکه تاجک ،ازبک ،هزاره ،ترکمن هغوي هم بايد واک ولري پخپله ژبه څرگندوني وکړي .
اوس چي لوي اکثريت په« پښتو » او نور په « د ري » خبري کوي ځکه په راتلونکې کابينه کي ددغو دوو ژبو دويونکو مسله مطرح ده ،زموږ سره ډار دادۍ چي پدغه نوې اولس ټاکلې رژيم کښي يو ځل بيا پښتو دميرې ژبي ځاي ونه نيسی ، او تش په ويلو ئی انسان مجرم ونه گڼل شې . وائی « جنگ شيديار سر شيديار» سر له لمړۍ ورځ بايد ښاغلو او اغلو چار واکو ته وپوهول شي چی په پښتو ژبه هم پدي وطن کښي خبري کوونکې شته . او دوي حق لري خپلی ژبی ته ددرناوي غوښتنه وکړي .
زه د يو افغان په توگه تاسو ته په ملي او وطني دند و کښي دلوي خداي له درباره برياليتوبونه غواړم .
",دافغانستان راتلونکي ولسمشر ته د يو افغان وړانديز !
223,,"
د پښتنو د ټولنيز او ولسيز ګوند خپرونه
د پښتنو د ټولنيز او ولسيز ګوند خپرونه (( پښتونخوا )) د جرمني د کولن له ښاره خپريږي ، مسئول چلوونکی يې عبدالنصير ستوری دی .
د خپروني جرګه يې په دې ډول ده : علي خان محسود ، هدايت بنګش ، مبارز څاپی ، عزيز سرشار ، عبدالنصير ستوری ، ګل غوټۍ کونړۍ .
( پښتونخوا ) پر انټرنټ خپله ويبپاڼه هم لري ، او پوستي پته يې داسي ده .
Dr. Kabir Stori
Richard Str. 5
50389 Wesseling
Germany
Telephone : 0049-2236-83463
Fax : 0049-2236-841930
E-Mail : psdp@Pashtoonkhwa.com
Website : www.pashtoonkhwa.com
",(( پښتونخوا))
224,حميد ( دردمند ) ماسکو _ روسيه,"
چي په ميخ او په سټک لا نه ويښيږي ګوره څومره په خوب خوار دي پښتانه
د بېلتون او نفاق غشي يې پر زړه دي ګوره څومره تار او مار دي پښتانه
دغه خپل وطن يې تل پردو خر څ کړی خپل په وينو خريدار دي پښتانه
د وطن دپاره هر يو قرباني دی ګوره څومره فدا کار دي پښتانه
خصومت چي د دښمن زغملای نه شي ودې کار ته ناقرار دي پښتانه
چي يې شان وي باداري ، غلامي نه وي هم په ضد د استعمار دي پښتانه
کلک يې هوډ ، کلک يې ټټر ، کلک يې سنګر دی ملي ګټو ته بيدار دي پښتانه
هم غني او هم شتمن تر ټول جهان دي بهر ملک کي خوار او زار دي پښتانه
په ټولګيو کي درسونو کي اول وي خو افسوس په تحصيل خوار دي پښتانه
تعليم پوه کسان ټول بيکاره ګرځي ګوره څۀ په قسمت خوار دي پښتانه
هر ناپوه سړی د دوی پر سر حاکم و ګوره څومره بې اعتبار دي پښتانه
نيم شپانه او نيم بزګر دي په بيديا کي هم ډير ليري ددربار دي پښتانه
چي په خپل کي بيګانه ، پردو ته خپل وي تل په دې پرده اعيار دي پښتانه
د سيتم له دسيسو نه چي راخلاص شول ګوره څومره برد و بار دي پښتانه
د ګوندونو په حلقو کي چي راښکېل شول ترور ، په دار شول يا بمبار شول پښتانه
کودتا او ورور وژني ته تيار دي يو د بل رنګ نه بيزار دي پښتانه
په دې هڅو کي دوی خپل نابودي غواړي اوس روان هم په دې لار دي پښتانه
تل د حق لپاره دوی ده غاړه ايښې و ناحقو ته خونخوار دي پښتانه
سپېره تيږه د وطن يې خرڅه نه کړه بيا هم هر څا ته ګذار دي پښتانه
شيطانت او فضولت يې رسم نه دی تل روان په سمه لار دي پښتانه
زما حميد ( دردمند ) همدا د سترګو ليد دی ددې ټولو سزاوار دي پښتانه
",لږ رابيدار شه خواره پښتونه !
225,محمد حسن انور اڅګزی,"
د کتاب نوم : د اسيا په زړه کي د وينو طوفان
ليکوال : محمد حسن انور اڅګزی
تېراژ : ١٠٠٠ ټوکه
د چاپ کال : ١٣٨٣ ل
د چاپ ځای : کوئټه
صحاف خپرندويه مؤسسه
کاسي روډ ، نورمسجد ته مخامخ ، کوئټه ، ټيلفون شمېره :ـ ٦٦٤٢٣٦-٨١-٠٠٩٢
بريښناليك :ـ palana_sahaf@yahoo.com
زموږ بانکي پته :Muslim Commercial Bank Ltd. ,Account No:1514
Prince Road, quetta - pakistan",د اسيا په زړه کي د وينو طوفان
226,محمد حسن انور اڅګزی,"
د کتاب نوم : د کايناتو د پيدايښت نتيجه
ليکوال : محمد حسن انور اڅګزی
تيراژ : ١٠٠٠ ټوکه
د چاپ کال : ١٣٨٣ ل .
د چاپ ځای :کوئټۀ پښتونخوا
صحاف خپرندويه مؤسسه
کاسي روډ ، نورمسجد ته مخامخ ، کوئټه ، ټيلفون شمېره :ـ ٦٦٤٢٣٦-٨١-٠٠٩٢
بريښناليك :ـ palana_sahaf@yahoo.com
زموږ بانکي پته :Muslim Commercial Bank Ltd. ,Account No:1514
Prince Road, quetta - pakistan",د کايناتو د پيدايښت نتيجه
227,محمد حسن انور اڅګزی,"
د کتاب نوم : د کاينانو د پيدايښت هدف
ليکوال : محمد حسن انور اڅګزی
خپرندوی : صحاف نشراتي موسسه
چاپ کال : ١٣٨٣ ل
تېراژ : ١٠٠٠ ټوکه
څرنګوالی : علمي څېړنه
صحاف خپرندويه مؤسسه
کاسي روډ ، نورمسجد ته مخامخ ، کوئټه ، ټيلفون شمېره :ـ ٦٦٤٢٣٦-٨١-٠٠٩٢
بريښناليك :ـ palana_sahaf@yahoo.com
زموږ بانکي پته :Muslim Commercial Bank Ltd. ,Account No:1514
Prince Road, quetta - pakistan",د کاينانو د پيدايښت هدف
228,محمد حسن انور اڅګزی,"
د کتاب نوم : اسلام يوازي عبادت نه دی
ليکوال : محمد حسن انور اڅګزی
د چاپ کال : ١٣٨٣ ل
دچاپ ځای : کوئټۀ پښتونخوا
صحاف خپرندويه مؤسسه
کاسي روډ ، نورمسجد ته مخامخ ، کوئټه ، ټيلفون شمېره :ـ ٦٦٤٢٣٦-٨١-٠٠٩٢
بريښناليك :ـ palana_sahaf@yahoo.com
زموږ بانکي پته :Muslim Commercial Bank Ltd. ,Account No:1514
Prince Road, quetta - pakistan",اسلام يوازي عبادت نه دی
229,محمد حسن انور اڅکزی,"
دکتاب نوم : معنوي انسان که مادي انسان
ليکوال : محمد حسن انور اڅګزی
دچاپ ځای : جنوبي پښتونخوا کوئټۀ
چاپ کال : ١٣٨٣ ل
تيراژ ١٠٠٠ ټوکه
دترلاسه کيدو پته :
صحاف خپرندويه مؤسسه
کاسي روډ ، نورمسجد ته مخامخ ، کوئټه ، ټيلفون شمېره :ـ ٦٦٤٢٣٦-٨١-٠٠٩٢
بريښناليك :ـ palana_sahaf@yahoo.com
زموږ بانکي پته :Muslim Commercial Bank Ltd. ,Account No:1514
Prince Road, quetta - pakistan",معنوي انسان که مادي انسان
230,خالدهادي,"
ښاغلی محمد حسن انور اڅګزی د حاجي محمد انور خان اڅګزي زوی ، په ١٣٠٨ ل کال د کندهار په لرغوني ښار کښي د بي بي هوا په کوڅه کي زېږيدلی
ښاغلی محمد حسن انور اڅګزی د حاجي محمد انور خان اڅګزي زوی ، په ١٣٠٨ ل کال د کندهار په لرغوني ښار کښي د بي بي هوا په کوڅه کي زېږيدلی ، د کندهار ښار د احمد شا بابا ليسې تر فارغيدو وروسته يې خپلي لوړي زده کړې د کابل پوهنتون د ادبياتو او فلسفې په څانګه کي بشپړي کړې .
د کندهار په ميرويس ليسه او ور پسې يې د کابل په نادريه ليسه کښي د ښوونکي په توګه دنده سرته ورسول .
په کابل کښي د اطلاعات او کلتور د وزارت د پښتو دانکشاف مدير ، او وروسته د ننګرهار د مطبوعاتو د رياست د مرستيال ؤ .
ښاغلی نوري اوس د المان د اسن په ښار کښي اوسيږي .
د نوموړي يو شمير کتابونه چاپ شوي دي . او لا يې ډير ناچاپ پاته دي . ښاغلی نوري وويل چي په ډيره مينه او خلوص يې خپلو هيوادوالو ته لاندنی کتابونه وړاندي کړي دي تر څو په علمي ډګر کښي ګټه ترې پورته شي .
چاپ شوي اثار :
معنوي انسان که مادي انسان
اسلام يوازي عبادت نه دی
د کاينانو د پيدايښت هدف
د کايناتو د پيدايښت نتيجه
د اسيا په زړه کي د وينو طوفان
چاپ ته تيار ( ناچاپ ) اثار :
١ _ د انسان د پيدايښت هدف _ ازموينه ( لومړی ټوک )
٢ _ عبادت
٣ _ هدايت
٤ _ رحمت
٥ _ عقيده
٦ _ عقل او پوهه
٧ _ انساني انسان او که شيطاني انسان
٨ _ انسان د قرآن او نورو له نظره
٩ _ د کايناتو نظم
١٠ _ د کايناتو عظمت ( لومړی ټوک )
١١ _ دکايناتو عظمت (شمسي منظومه دوهم ټوک )
١٢ _ د الله تعالي او انسان تر منځ اړيکي ( رابطې )
ښاغلی محمد حسن ( نوري ) اڅګزی له درنو هيوادوالونه هيله کوي چي له ده سره د ناچاپو اثارو په چاپولو کښي مرسته وکړي ، تر څو هيوادوال ګټه ورڅخه پورته کړي .
د ښاغلي محمد حسن انور اڅګزي پته په لاندي ډول ده .
M.H.ANWAR ASAGZAI
FELDWIESE 36
45327 ESSEN
GERMANY
TELEPHONE :
0049 201 30 27 58
0049 201 30 41 22
0049 201 37 11 10
MOBILE : 0049 173 26 12 750
",محمد حسن ( انور ) اڅګزی
231,خالدهادي,"
محمد ولي مندوزی په کال ١٣١٥ ل کي د خوست په ولايت کي زېږيدلی دی محمد ولي مندوزی په کال ١٣١٥ ل کي د خوست په ولايت کي زېږيدلی دی . په کال ١٣٣٠ ل کي د اسمعيل خيلو او مندوزيو له لومړنۍ ښوونځی نه فارغ شو . په کال ١٣٣٦ ل کښي يې د کابل ادبياتو او فلسفې له څانګي څخه ليسانس تر لاسه کړه . په ١٣٤٠ ل کال کي په ابن سينا او بيا په کابل دارالمعلمين کي د ښوونکي په توګه مقرر شو . په ١٣٤٣ کال کښي د يونسکو تر فلوشيف لاندي په لومړنيو تعليماتو کي د نهو مياشتو لپاره فليپين ته لاړ او د فلپين له پوهنتون څخه يې مافوق لسانس تر لاسه کړ . په ١٣٤٣ ل کال د کابل دارالمعلمين د تجربوي ښوونځي د مسلکي معاون په توګه مقرر شو او يوکال يې د همدغه دارالمعليمن د سرپرست په توګه دنده سرته ورسوله . په ١٣٤٦ ل کال کي روښان دارالمعلمين ته تبديل شو او د استاد په توګه يې دنده تر سره کړه .
په ١٣٤٧ ل کي د يونسکو تر فېلوشيف لاندي امريکا ته ولاړ او هلته يې په ثانوي تعليماتو کي د انډيانا له پوهنتون څخه د ماسټرۍ ديپلوم واخست . په ١٣٤٩ _ ١٣٥٠ ل کلونو کي د پوهني وزارت د ښوونکو د روزني او تاليف او ترجمې د رياست مسلکي غړی و . د ١٣٥٢ ل کال څخه تر ١٣٥٧ ل پوري د پوهني وزارت د استخدام د ريس په توګه وټاکل شو .
په ١٣٥٧ _ ١٣٥٨ ل کلو نو کي د باندنيو چارو د وزارت د تشريفاتو ريس و، په ١٣٥٩ ل کال کي د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته ته تبديل شو او تر پايه د همدغې ستري موسسې د علمي غړي په توګه دنده تر سره کړه .
د هيواد دغه پياوړی، تکړه او منلی ليکوال او څېړونکی ، محمد ولي مندوزی د ٢٠٠٤ کال د اګست د مياشتي پر ٢١مه نېټه د هالنډ د دين هاګ په ښار کي په حق و رسيد .
د خدای بخښلي مندوزی په جنازه کي د هالنډ څخه علاوه ګڼ شمير اروپا ميشتو ليکوالو او ميشتو افغانانو ګډون کړی وو .
د جنازې پر وخت ښاغلي پوهندوی عبدالروف خپلواک چي ځان يې د خدای بخښلي مندوزي له نږدې ملګرو څخه وښوده ، په جنازه کښي ګډون کوونکو ته د خدای بخښلي د ژوند ليک تر لوستلو وروسته په داسي حال کي چي اوښکي يې رابهيدلې داسي وويل :
ارواښاد سرمحقق مندوزی په شخصي راشه درشه کي د يو څو محدودو کسانو سره دوامداره اړيکي پاللې ، نوموړی ډير پاک زړی ، سپين زړی ، بې ريا او بې کبره انسان و، اوله همدې کبله يې دډيرو خلکو مينه ځانته جلب کړې وه ، زه ( عبدالروف خپلواک ) د هغو کسانو په ډله کي شامل وم کوم چي به په وار سره به مو د جمعې ورځي د يو بل په کور کي سره کتل . په دغو کسانو کي ارواښاد محمد صديق روهي ، ارواښاد عبدالحکيم هلالي ، ارواښاد محمد ولي مندوزی ، سيد کمال باختري ، او عتيق الله نيازي شامل وو .
موږ په خپلو مينځونو کي د هيواد علمي ، سياسي ، اجتماعي او اقتصادي موضوعاتو سره ږغيدو ، او کله کله به مو سره د تفريح په وختونو کي قطعې ( ورکي ) هم کولې ، اوس دا لومړي دري ياد شوي کسان زموږ په منځ کي نشته ، پاک خدای ج دوی وبخښي کورنيو او دوستانو ته دي يې خدای پاک د زړه تصلي ورکړي .
",سرمحقق محمد ولي مندوزی
232,تلاښ _ مالمو ، سويډن,"
له ناپوهيه نفاق زېږي
ورکي به تيارې شي که ډېوې د علم بلي شي زړونه به نږدې شي که وروري په مخ کي بلي شي
ډير دي افغانان ودې ارمان ته له کلونو غوږ کله به دا ډلي په هيواد کي سره خپلي شي
جوړي بدبختۍ وي د نړۍ په هغو سيمو کي چيرته چي تقسيم يې د ملت په نوم څو ډلي شي
هلته چي دخلکو خواخوږي له منځه ولاړه شي ماتي ککرۍ شي د مظلوم فرياد زر ځلي شي
زه تلاښ دردونه په خاطر ددې فتنې لرم چيرته ورور ګلوي چي په بدلون د ولي ولي شي
په ځان غره او بې پروا
چي په درد دي خپه نه شوم ، خوشالۍ لره خو جوړ يم که د مرستي توان مي نشته ، سلامۍ لره خو جوړ يم
که وفا لره مي مخ کړم خپلي چاري وينم پاته همدردي د نورو کار دی بې نيازۍ لره خو جوړ يم
د دښمن په ورور ولي کي زه د ورور په بده خوښ يم ددوستۍ پالل که ګران شي بربادۍ لره خو جوړ يم
پټ پټي په ما کي نشته ، زه معتاد د خپل عادت يم دا که راز ساتلی نه شم ، رسوايي لره خو جوړ يم
د ثواب کړني اولا دي چي جنت ور پکښي نغښتی که تلاښ دا کړلای نه شم شاعرۍ لره خو جوړ يم ",د تلاښ د شعرونو بېلګي
233,علي محمد مجبور _ ارنهيم _ هالنډ,"
يو څو خبرو مي منګول کي رانه زړه نيولی زما د غم او زغم داستان ته غوږ نيوی شی که نه
ډيره راهيسي مي معصومه ناوې خوب کي وينم زما دا خوب او خيال يو څه تعبيروی شی که نه
شوه پرشته مي د هستۍ سرتوره څيري ګريوان دې پرشتې ته کوم ټکری پر سروی شی که نه
د وخت ليوان يې په پلمو غواړي اندام اندام کړي دغو ليوانو په سر تندر وروی شی که نه
د شمشاد څوکه او پامير بلۍ سر ځوړې ښکاري د پاک بخدي ، هري ، په حال ځان خبروی شی که نه
زما سپېڅلې پرشته د ه څلور لاري کي تم دې فيصلې ته اکبر بيا را ويښوی شی که نه
دي اوسنۍ توري بې ننګه ، قلم هم بې زړی د خوشال توره ، قلم بيا رايادوای شی که نه
د ايوب خان او ملالۍ د ارام خوب په خاطر يو ځلي بيا د ميړنو طوغ رپوی شی که نه
زموږ له پاتي ميرويس خان مخ اړولی له موږ په ننواتي مو هغوی ته ور بېوی شی که نه
له مونزه هيڅ نه شي ، يوازي ځان ځانۍ وخوړو موږ د ادبال په قبر بيا راټولوای شی که نه
زموږ ياغي په بيرته پايت خو غاور ملت ته د پوهي زده کړي بل څراغ لاس کي نيوی شی که نه
بې وطنۍ او بل ورکۍ مي حوصله کړه کمه ما خپل ثاني جنت ته بيرته ستنوی شی که نه
که چيري دا نه شي ، او دا نه شي او دا هم نه شي زما اواز زما ولس ته رسوی شی که نه ",زما ولس ته
234,خالدهادي,"
ښاغلی اکبر بری د ١٣٣٥ ل کال د وږي ( سنبلې ) د مياشتي پر څوارلسمه نېټۀ چي د ١٩٥٦ زېږد کال د سپټمبر د پنځمي نېټې سره سمون لري د هلمند ولايت د ګرشک په ښار کي زېږيدلی ښاغلی اکبر بری د ١٣٣٥ ل کال د وږي ( سنبلې ) د مياشتي پر څوارلسمه نېټۀ چي د ١٩٥٦ زېږد کال د سپټمبر د پنځمي نېټې سره سمون لري د هلمند ولايت د ګرشک په ښار کي زېږيدلی ، لومړنۍ زده کړي يې د لښکرګا په ښوونځی کښي وکړې ،منځنۍ او ثانوي زده کړي يې هم د همدې ښار په لښکرګاه ليسه کي سرته ورسولې ، وروسته تر هغه له خپلي کورنۍ سره لومړی د لنډي مودې لپاره کندز او بيا کابل ښار ته ولاړ ، هلته په ١٣٥٦ ل کي د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ته شامل شو .
په ١٣٥٩ ل کال کي له نوموړي پوهنځی څخه تر فارغت وروسته له هيواده مهاجرت ته مجبور او پاکستان ته ستون شو . او وروسته په ١٩٨١ زېږد کال د اکتوبر په مياشت کي جرمني ته مهاجر شو . په جرمني کي يې د زارلنډ پوهنتون د الماني ژبي له کالج څخه د الماني ژبي سند تر لاسه کړ .
اکبر بری له ١٩٩٧ څخه تر ٢٠٠٢ ز کال پوري پنځه کاله په انګلستان کي استوګن شو ، هلته يې هم د لفبړا پوهنتون له کالج څخه د انګريزي ژبي د فراغت سند تر لاسه کړ ، نوموړی اوس( ١٣٨٣ ل ) د خپلي کورنۍ سره يو ځای د جرمني د زارلنډ ايالت په مرکزي ښار زاربروکن کي اوسيږي .
اکبر بري خپل لومړی شعر په ١٣٥١ ل کال کي ووايه ، نوموړی دا مهال د لښکرګاه ليسې زده کوونکی و . د يادونی وړ ده چي خپله لومړنۍ لنډه کيسه يې هم درې کاله وروسته ياني په کال ١٣٥٥ په همدې ښار کي وليکله .
ښاغلی بری له کال ١٢٥٢ لمريز څخه راپدې خوا د هيواد له مطبوعاتو سره ادبي همکاري کوي ، دده ګڼ شمير لنډي کيسې او شعرونه د هيواد په دننه او بهر افغاني مطبوعاتو کښي چاپ شوي دي او خپاره شوي دي .
اکبر بری تر اوسه د لاندي چاپ شويو اثآرو خاوند دی :
١ _ مساپر شعري ټولګه ١٩٩٧ ز
٢ _ سوالګر د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه ١٩٩٨ ز
٣ _ نکل د لنډيو کيسو دوهمه ټولګه ١٩٩٩ ز
٤ _ د سپوږمۍ سترګه د لنډو کيسو دريمه ټولګه ٢٠٠٤ ز ",اکبر بری
235,,"
کليک يې کړئ
نورزی موټر ښوونځی هالنډ ميشت افغانانو ته په پښتو ، دري ، هالنډي ، انګريزي او روسي ژبو د موټر چلولو درس ورکوي .
",نورزی موټر ښوونځی
236,,"
",
237,,"
(بي بي سي ): په افغانستان کښي ملګرو ملتونو د هيواد په شمال کښي د جنرال رشيد دوستم له خوا ملي اردو ته د درنو وسلو د سپارلو هرکلې کړي دي. او د مليشو نورو سيمه ايزه واکمنانو څخه يې غوښتي دي چې ورته ګامونه واخلي. په کابل کښي د ملګرو ملتونو وياند مانول ډيسلوا وويل ښايې هغه رايو چې جنرال دوستم د ولسمشرۍ په ټاکنو کښي اخيستي دي، دې ته هڅولي وي چې نور د وسلو وخت تير شوي دي. جنرال دوستم ملي اردو ته پنځوس ټانکونه او يوه اندازه درنه وسله سپارلي ده. ",رشيد دوستم ملي اردو ته ځيني درنې وسلې وسپارلي
238,,"
",
239,,"
(بي بي سي ): په افغانستان کښي د ملګرو ملتونو د دريوويرغمل شوو کارکونکو د ژغورنې لپاره د خپلو هڅو د ګړندي کولو په لړ کښي د امنيتي چارو پنځه کار پوهان له نيويارک څخه کابل ته استولي دي. دا ډله به افغان چارواکو سره د يادو شوو کارکونکو په خوشي کولو کښي مرسته کوي. د ملګروملتونو د سازمان يو چارواکي بي بي سي ته وويل چې دوي له روانو هڅو څخه نا هيلي شوي او دې ته خوشبينه نه دي چې تښتول شوي کارکونکي به په لنډې مودې کښي پريښودل شي. ",ملګرو ملتونو پنځه کارپوهان افغانستان ته د يرغمل شوو د ژغورنې لپاره استولي دي
240,,"
",
241,,"
(بي بي سي ): افغان او امريکاي پوځيانو د دوشنبې په سهار د کابل ښار په سويلې برخو کښي په دوو استوګنځيو يرغل کړي دي او لس تنه يې له ځان سره بيولي دي. په ګډو پوځي عملياتوکښي د ځمګنيواو هواي ځواکونو څخه کار اخيستل شو يدي . که څه هم تر اوسه لا افغان او امريکاي پوځي او امنيتي چارواکود پېښې د جزياتو په اړه خوله پټه ساتلې ده، خو د سيمې اوسيدونکو ويلي دي چې په ظاهره پېښه د ملګرو ملتونو د دريوو يرغمل شوو کارکونکود لټون لپاره تر سره شوې ده.
",په کابل کښي د افغان او امريکاي پوځيانو ګډ عمليات
242,,"
(بي بي سي ): په کابل کښي د ښځو او ماشومانو د حقوقو د پلټنې په اړه يو دري ورځېنې سمينار پيل شوي دي. په دې سمينار کښي د شلو ولايتونو نه يو زيات شمېر ښځو برخه اخيستي. تر څو چې په افغاني ښځو باندې ، د افغاني ټولنې منفي اغېزې وپلټي. دا سمينار د هغه راپورد ارزونې په موخه جوړ شوي دي چې د ښځو او ماشومانو د ټولنې د څيړنيز مرکز له خوا برابر شوي او د يو کتاب پر بڼه پر شپږاتيا مخونو خپور شوي دي.
",په کابل کښي د ښځو او ماشومانو د حقوقو د پلټنې سمينارپيل شوي دي
243,,"
",
244,,"
په افغانستان کي د ملګرون ملتونو درې برمته شوي کارکوونکي چي درې اوونۍ مخکي تښتول شوي وو ، نن خوشي شو ل . د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي خبريالانو ته وويل چي د برمته شويو دروواړو کسانو روغتيايي حآلت ښه دی . نوموړي وويل چي خوشاله يو چي دا اعلانوو چي د ملګرو ملتونو دري کسه برمته شوي کسان خوشي شول "" د برمته شويو کسانو معاينات شوي دي ، اوپايلي ښيي چي ددوی روغتيايي حآلت ښه دی ، د برمته شويو کسانو د خوشي کيدلو خبر نن وروسته له هغه راغی ، کله چي پرون په کابل کي پر دوو کورونو د امريکايي او افغاني ځواکونو له خوا بريد وشو او لس تنه يې ونيول . دولت تر اوسه پوري دا خبره نه ده څرګنده کړې چي دغه درې تنه به چا برمته کړې وو . ",په افغانستان کي دملګرو ملتونو درې برمته سوي کسان خوشي شوي دي
245,سور غر توخى,"
غوث الدين فروتن / کندهار
نن ليندۍ پر ٤ په کندهار کې دسهيل لوېديځ زون فرهنګيانو دېوې غونډې په تر څ کې چې په افغان مطبوعاتي فرهنګي انګړ کې يې جوړه کړي وه , په خوست کې دغومبسې طنزيه خپرونې په وړاندې دخوست دوالي عمل وغنده .
په دغه غونډه کې دهيوادکلتور ي ټولنې ،بينوا فرهنګې ټولنې او دعلامه شيخ محمد طاهر کندهاري ټولنو غړو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه .
دوى دخوست دوالي په دې کړنه چې دغومبسي طنزيه خپرونې په اړه يې وکړه سخت عکس لاعمل ښکاره کړ ،دوى دا دخوست دوالي دقدرت څخه ناوړ ه استفاده وګڼله او دمطبوعاتو قانون يې ددوي په وينا نه دى مراعت کړى
دغونډې ګډون والو زياته کړه . که چېرته په يوه خپرونه کې هر څوک يوه ليکنه يا يو مضمون دځان سپکاوى ګڼي نو بايد دڅاروندوالۍ او داطلاعاتو او کلتور رياست له خو ا عارضه وکړي داسي نه چې پوليسو ته امر وکړي چې دخپرونې مسئول بندي ، خپرونه څيري او په بازارکې يې خرڅلاو بندکړي .
دوى نه يوازې په خوست بلکي په ټول افغانستان کې يې له ژورنالستانو او فرهنګيانو سره بده وضعه وڅيړله او داپړه يې پر دولت ورواړوله چې هيخ وخت يې له همدي قشر څخه دفاع نه ده کړې دوى په کندوز کې د سر محقق نورمحمد سهيم دکور دلوټولو هم په کلکه غندنه وکړه او پر دولت يې ږغ وکړ چې نور له داسي عملونو څخه ژورناليستان او ليکولان وژغوري .
غونډه پر ٤ بجوپه دعا يي سره پا ي ته ورسېده .
",په کندهار کې دسهيل لوېديځ زون دفرهنګيانواحتجاجي غونډه.
246,,"
(بي بي سي ): نن په کابل کښي په لسګونو ښځو په يوه لاريون کښي ګډون وکړاو په افغانستان کښي يې د ښځو سره د ناوړه چلند د پيښو د زياتوالي غندنه وکړه. د دغه لاريون نوښت د بشري حقونو د کمسيون په غاړه و. په پام کښي ده چې سبا ته په افغانستان کښي له ناوړه چلند سره د مبارزي نړيواله ورځ ولمانځلي شي.
",په کابل کښي لسګونو ښځو لاريون وکړ
247,,"
",د ملګرو ملتونو دري خوشې شووکسانو ته ښاغلي حامد کرزي تود هرکلې و وايه
248,سور غر توخى,"
دګرشک ولسوالۍ نظامي قوماندان محمد نسيم نامعلوم وسلوالو کسانو واوژه.
نوموړې دهلمندولايت دګرشک ولسوالۍ څخه خپل کورته دروزګان ولايت ددېراوت ولسوالۍ دپوټي کلي ته روان وه چې نامعلومو وسلوالو کسانو ديوه کمين په تر څ کې سره له دوو نوروساتونکو چې په موټر کې ورسره وه وواژه .
دهلمند چارواکو داپړه پر طالب جنګيالو وراچولې ده خو طالبانو تر دامهال پورې دنوموړې راپور تصديق نه ده کړى .
",نامعلومو وسلوالو کسانو دګرشک ولسوالۍ نظامي قوماندان واوژه
249,,"
(بي بي سي ): له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره په افغانستان کښي دپنځو وزارتونو د استازو په ګډون د يوه کميسيون د جوړيدو اعلان وشو. کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې د تاو تريخوالي او ناوړه چلندد مخنيوي لاري چاري وپلټي. د ښځو چارو وزارت دغه راز په کابل کښي له ښځو سره د تاو تريخوالي او ناوړه چلند د مخنيوي د نړيوالې ورځې د لمانځنې پر مهال نن د دغې ټولنيزې ستونزې په اړه د يو شپاړس ورځيني تبليغاتي کمپاين د پيل خبر ورکړ.
د بشري حقونو د نړيوالو ډلو په وينا، افغانستان د هغو هيوادو په کتار کښي راځي چې له ښځو سره د ناوړه او ترخه چلند پيښې په کښي خورا ډيري دي.
",په کابل کښي د ښځو سره د ناوړه چلند د مخنيوي دکميسيون د جوړيدو اعلان وشو
250,,"
",
251,حکمت الله حکمت مالمو سويډن,"
په افغا نیت ویاړه ... خو مه پرې ژاړه !
حکمت الله حکمت ، مالمو _ سويډن
قانون او دودونه د انسا نانو تر منځ د ورځینیو اړیکو او دهغوی د کړو وړو د سمبا لتیا هغه نورمونه دي چي دوی د یو عمل په کولو او یا نه کولو گماري.
قا نون او دهغه څیړنه د حقوقو دعلم یوه لویه برخه ده چي نه غواړم پدی لنډه لیکنه کی ور باندی بحث وکړم .
دودونه چي زموږ د ورځینیو کړووړو ډیره برخه سمبالوي کیدای شي ښه او یا بد وبلل شي.
افغا نی گټور دودونه چي د پخوا نه را پاتي دي نه یواځي چي باید پرې وویاړوبلکي په ساتلو کي يې باید هڅه وکړو .
زه هغو افغانانو وروڼو ته چی ځانونه د,, افغان ,, د ویاړ لی نوم نه پرته ددی ویا ړلی هیواد وگړي بولي بلنه ورکوم چی لمړی دي پدې هکله ښه او ژور فکر وکړي او بیا دي ځان ته د پردیو په دښمنانه فکر او قلم جوړ شوی د ,,افغا نستاني ,, نوم غوره کړي.
د افغان د لوړ نوم او افغاني لوړو دودونو په هکله خو نړیوالو او افغاني پوهانو او تا ریخ لیکونکو بیا بیا په ویاړ سره لیکني کړیديې . دا زما بې خبره ,,افغانستاني ,, هیوادوال ولي بیا هم بی خبره دی ؟
که د کتا بونو لوستل ورته گران کار وی نو افغانی او نړیوال خبرونه خو دي اخیر واوري .
دملگرو ملتونو د دري تنو کار کونکو تښتول چي د افغا ني ، اسلامي او انساني قوانینو او دودونو خلاف عمل وه او بیا د هغوی ژوندی خوشی کیدو یو ځل بیا دا خبره ثا بته کړل چی افغانان د جنگ او جوړ جاړي پر و خت هم ,,افغانان ,,وه ، دي او وي به !
تښتونکي چي هر ځوک دي وي به خو ددوی داکړ نه یوه خبره ښه په گوته کوي او هغه دا چي دوی دا عمل د افغانانو د تا ریخي دودونو خلاف دنورو په لمسون تر سره کړیدی .
ځکه د میلمه او هغه هم دښځینه میلمه چي د افغانانو دوران شوي کور په جوړولو کي مرستي ته را دانگلی دي بې احترامي یا بی عزتي د افغان په خټه کي نه وه او نه هم ځای لري.
دداسي پیښو پیښیدل په سيند یا پنجاب ، مشهد یا تهران بغداد یا کربلا کي کیدای شي د ځا ي وگړو د رسم او رواج سره په دومره کچه بد ونه گڼل شي . خو دافغانا نو او په تیره بیا د پښتنو لپاره داد نه منلو وړ پیښه وه . هیله ده چی دنه تکرار لپاره يې هر افغان هڅه وکړي.
ددې کړکیچ پر وخت دهغو افغاني ځوانانو وړاندیز چي دوی دي د بهرنیو یرغمل شویو پر ځای یرغمل ونیسي د افغانانو د میلمه پالني د تاریخي دود یوه وچته بیلگه ده چی ساری يې د نړی په هیځ گوټ کي نشي موندلی.
افغانان دخپلو دودونو ډیر درناوی کوي اودهغوی عملي کول سره ددې چی په هیڅ دولتي پریکړه کي نه وي پرې گمارل شوي په ځان فرض گڼي.
هیڅ چا هیڅ کله افغانان د تاریخ په اوږدوکي په زور د پردیو په وړاندي مقابلې ، مبارزي یا جهاد ته ندي اړ کړي ، دادوی خپله دازادۍ سره دمیني په دود غوره گڼلې چي د میلونونو شهیدانو د ژوند په بدل کي خپله خپلواکي وساتي .
په نړۍ کی به بل داسی ولس چیري وي چي په تش لاس يې د خپله ملکه د وخت سکندر ، چنگیز ، انگریز او روس نه یواځی شړلي وي بلکي دهغوی امپراطورۍ يې هم ورسره په گونډو کړي او له منځه وړي وي ؟
دداسي یو ویاړلي هیواد اوسیدونکو ته په نوي اساسي قانون او ټولو نړیوالو معتبرو اسنادو کي د ,, افغان,, نوم منل شویدی او بس!
پر افغانیت او پښتو ولاړ ه ما او تاته زما او ستا د نیکه گانو نه را پاتي دود او رواج دی . ددغو گټورو دودنو ساتل او پر ځای کول د هیواد د اوسنیو جاری قوانینو داجرا په معنی ده. د قانون نه سر غړونه د عدلي تعقیب وړ ده خو دافغاني گټورو دودونو نه سر غړونه دافغان اولس دخوږی مینی نه د محرومیت په معنی ده . څوک چي ددې میني نه بې برخي شو نو بیا د ي ځان د افغان او افغانیت نه شړل شوی وگڼي .
دغو شړل شو وگړو ته اوس یواځي دوعا گټوره تمامیدی شي او بس !
ځکه نو راځی چی دوعا وکړو چي :
ای لویه څښتنه!
ته دافغان اولس دگرمي غیږي نه د ترټل شویو او شړل شویو پخوانیو افغانانو اوسنیو افغانستانیانو لکه بیلاري سوي پخواني د چینايي کمونیزم پاته شوني ،داخوان المسلیمین دجمعت اسلامي د ډلی غړي ، دروسي اکاډمۍيو پخوانی اکادمیسن او ددوی په شان نورو غولیدلو افغا نانو ته ښونه وکړي چي سمي لاري ته راشي .
",دداسي پیښو پیښیدل په سيند یا پنجاب ، مشهد یا تهران بغداد یا کربلا کي کیدای شي
252,,"
",
253,,"
",
254,ډاکټر فاروق فردا_ ماسکو,"
ډاکټر فاروق فردا = مسکو
داساسي قانون خبره او دانور چي سره يوي خواته پريږدو او پاتي لا دا چي دپښتو سوچه تورو د نه راوړلو خبره هم را بر سيره شوي ده.
ممكن ډير دوستان او خواږه ژبى شاعران او ليكوال دي خبري ته سره راټول شو ى وى چى ملي سرود وليكى. وبه يى ليكى زه په دى كى شك نه بولوم خو يوه خبره داده چي آيا موږ غواړو دي مسالى سره تخنيكى برخورد وكړو او كه غواړو داسى يو متن وړاندى كړو چى دټولو پري سلا مشورت وى؟
دقومونو دنومونو راوړل په ملى سرود كي هسى يوه زايده خبره ده.دي كار سره نه د په افغانستان کښي د ميشتو قومونو حقوق ادا كيداى شي او نه هم هغوى پر دي خبره خوشحاليږى او كه خوشحاله هم شى څه شى لاس ته راوړى؟
په اساسي قانون كى دملى سرود په اړه پريكړه دى دجمهور رييس په يو امر سره وځنډول شى.او يو داسى متن چى دټولو دمنلو وړ وي رامينځ ته شى چي دافغانستان دټولو ولسونو خلكو ،قومونو او توكو ته دمنلو وړ وى.
ايا افكر مو كړى دي چي موږ داسي يو تيار متن او تيار كمپوز په لاس كى لرو؟زه په دي باور يم او له ماسره به دافغانستان په سلو كي نهه نوي خلك موافق وى چى كه هر څومره شاعران راټول كړۍ او هر څومره متنونه وليكل شى تر دى متنه به نه قوت ولرى او نه كيفيت او نه هم منونكى.
قوت او كيفيت دلته د يوه ځانګړى مفوم په توګه كارول شوى چى درانه شاعران او نور دوستان ما ملامت نه كړى چى زه ګڼه ددوى آفرينشى كارته خداى مه كړه ارزښت نه وركوم العياذ بالله داسى نه ده.خو هغه متن چى زه ىى غواړم وړانديز وركړم زموږ دملى او وطنى او قومى ځانګړنو سره جوښت،پوره اوبرابر دى.
وګورۍ چى په تيرو ديرشو كلونو كى څومره پاچهان او جمهور رييسان تير شول او هر يوه ځانته يو ملى سرود وليكل او كمپوز يي كړ خو دهغه دځواك له له مينځه تللو نه مخكى دهغه ملى سرود له مينځه ولاړ او دا ځكه چى هغه سرود كى ملى والى نه وو كه نه ملى سرود څنګه له مينځه ځى؟ حتى د داوود خان ودوخت ملى سرود چى وايى داستاد مرحوم بينوا شعر وو.مګر هغه څه چى زه وړانديز كوم دهرتاجيك پر ژبه ده،دهر پښتون سره ښايى،دهرازبك او هزاره او ايماق خوښيږى او دهر پشه يى او نورستاني او تركمن اوبلوچ له پاره دمنلو وړده.او بله خبره دا چى دليكلو او كمپوزولو له پاره يي نه پيسى په كار دى او نه هم ځانګړي مصرفونه يوازي دومره وكړى چى دښاغلو ملنګ جان مرحوم او استاد اولمير قبرونه ترميم او جوړ كړۍ او تيار ملي سرود وكاروى.
دا سرود دمرحوم ملنګ جان هغه ښكلي تصنيف دى چى استاد اولمير هغه د هيوادنى سرود په توګه اجرا كړى دى.
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دى
دا افغانستان.
له ټولو فرهنگيانو،شاعرانو او دوياړلى افغانستان دمينه والو څخه په ډير ادب او احترام هيله كوم چي كه چيرى زما له وړانديز سره موافقت ولرى نو لطفا دى خپل پيوستون دى په همدى سايت كى ښكاره كړى.
",د ملي سرود په اړه يو وړانديز
255,,"
(بي بي سي ): د هرات د چارواکو په وينا لسګونه هغه افغانې کورنۍ چې تر اوږدې کډوالۍ وروسته له ايران څخه دغه ولايت ته راستنې شوي، له کلکو ستونزو سره مخامخ دي. دوي واي کډوال له خپلې خوښې پرته په داسي حال کښي چې په افغانستان کښي ورته چمتوالې نه و، له ايران څخه شړل شوي دي. راستانه شوي کډوال هم چې اوس په ډله ايزه توګه د هرات په يوه کمپ کښي ژوند کوي، د ايراني چارواکو د بد چلند څخه شکايتونه لري. تهران ويلي چې په افغانستان کښي د شرايطو له اوښتلو نه وروسته د دغه هيواد وګړي په ايران کښي د کډوالو په توګه نور نه پيژني. ",ايران ويلي چې افغانان نور د کډوالو په توګه نه پيژني
256,,"
د خوست ولايت د سبريو او نادرشاه کوټ په ولسواليو او د ښار په ځينو برخو کښي يوسلو ديرش ژورې څاه ګاني کيندل کيږي. د خوست د کليو د بيا جوړونې او پراختيا د رياست مشر انجينير صديقي د بي بي سي ځايې خبريال ته د دغو څاه ګانو د کيندلو ټول لګښت پنځلس مليونه افغانۍ ښولي چې د نوموړي په خبره به سلګونو کورنيو ته د څښاک اوبه ورکړي. د بي بي سي د خبريال په خبره چې د خوست اوسيدونکي له تيرو اوو کلونو راهيسي له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي. ",په خوست کښي ژوري څاه ګاني کيندل کيږي
257,,"
(بي بي سي ): د افغانستان د ملي دفاع د وزارت لومړي مرستيال جنرال عبدلرحيم وردګ د هغې ډلې د مشر په توګه ټاکل شوي دي چې ، د ليندي د مياشتې پر اولسمه ورځ د افغانستان د منتخب ولسمشر د لوړي کولو د غونډي رسمي لمانځنه کوي. تمه کيږي چې منتخب ولسمشر حامد کرزي به د ليندي په اولسمه د جمهور ريس په توګه لوړه وکړي او په همدغه ورځ به د راتلونکي کابينې د غړو نومونه هم څرګند کړي. ",جنرال عبدلرحيم وردګ به د ولسمشر د لوړي د مراسمو دسمبالونکې ډلې مشري کوي
258,,"
د افغانستان نوميالی سياست وال ښاغلی علي احمد پوپل د ٢٠٠٤ کال د نومبر په ٢١ مه ( د ١٣٨٣ کال د ليندۍ په لومړۍ نېټه) د ٨٨ کالو په عمر د جرمني په اېسن ښار کې په حق ورسېد او جنازه يې د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د دوی په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه. اروا دې يې ښاده وي.
ښاغلی علي احمد پوپل په ١٢٩٥ هجري لمريز کال کې زېږېدلی، د ١٣٣٤ او ١٣٤٨ کال تر منځه يې څو واره په کابينه کې د معارف د وزير او د عظمی صدارت د مرستيال په توګه کار کړی دی. د شاهي نظام ديموکراسۍ په لسيږه کې او بيا د خدای بخښلي داود خان په رژيم کې يې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د سفير دنده تر سره کړې ده.
",نوميالی سياست وال ښاغلی علي احمد پوپل د ٨٨ کالو په عمر په المان کي ومړ
259,بېنوا خپرنيزه څانګه,"
يادونه :
په کاناډا کې د افغان رسالې د خپرونې لخوا د هیواد د پیژندل شوي علمي، ادبي - فرهنګي څېرې اکاډيمیسین پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د ۸۳ کلیزي په ویاړ د دوی د علمي، ادبی- فرهنګي هڅو د درنښت يوه پرتمينه څېړنغونډه د کاناډا د ټورنټو په ښار کې جوړه کړې وه. په څېړنغونډه کښي د بېنوا فرهنګي ټولني دامريکا او کاناډا د څانګي مسول ښاغلي خالد هادي ( حيدري ) هم برخه لرله ، لاندنی ځانګړی راپور د افغان رسالې د مسول چلوونکي ښاغلي احمد شا هوتکي ، اوخالد هادي لخوا په ليک ، انځور ، او ږغ کښي جوړ کړی دی .
د بېنوا ويبپاڼي www.benawa.com پښتو خپرنيزه څانګه يې وړاندي کوي .
",خپلي فرهنګي هستۍ وپېژنئ !
260,,"
",
261,,"
(بي بي سي ): د څلويښتو مختلفو خيريه سازمانونو استازي د ناټو په مرکز بروکسل کښي راټول شوي دي او غواړي چې د افغانستان د بيا رغونې او امنيتي چارو په اړه بحث او خبري اتري تر سره کړي. دا نوښت د ناټو له خوا شوي دي او موخه يې هغو سازمانونو ته د ډاډګيرنې ورکول دي چې په افغانستان کښي يې خپل فعاليتونه ځنډولي او يا د امنيت په اړه ويره لري. ",په برکسل کښي د افغانستان د بيا رغونې او امنيتي چارو په اړه خبري اتري
262,,"
",
263,,"
(بي بي سي ): د ولسمشر حامد کرزي وياند جاويد لودين واي، د افغانستان دولت د کوکنارو په کروندو د هر ډول درملو د شيندلو مخالف دي. او هيڅ هيواد ته به اجازه ور نه کړي چې د افغان کروندګرو په کروندو داسي کيمياوي درمل وشيندي چې کوکنار او يا نور بوټي وچ کړي. خو بل لور ته ښاغلي لودين واي ، د افغانستان د روغتياد وزارت د لومړنيو څيړنو نه داسي ښکاري چې د ننګرهار د خوګياڼيو او شينوارو په ولسواليو کښي يو ډول کيمياوي درمل شيندل شوي دي. خو دا معلومه نه ده چې دا مواد چا او څنګه په دغو کروندوکښي شيندلي دي؟ ",د حامد کرزي وياند واي : هيڅ چا ته اجازه نشته چې په کروندو کيمياوي موادو شيندي
264,پوهنوال ډاکټرعبدالخالق رشيد,"
د هيواد د نوميالي شخصيت ارواښاد علي احمد پوپل د مړيني له کبله
د ښاغلي پوهنوال ډاکټرعبدالخالق رشيد راليږنه :
د کاناډا د ادمنتون د ښار اوسيدونكي افغانان او دخوشال فرهنګي ټولنې اړوندان دهيواد دنوميالې شخصيت او په افغانستان كې دنوي نسل او نوي معارف دبنسټوال ارواښاد علي احمد خان پوپل دمړينې له امله دافغانستان خلكو، دنوي معارف اړوندانو او دده ارواښاد كورنۍ ته دزړه له كومي دخواخوږى او تسليت څرګندونه كوي او له پاك خدايه ددغه نوميالې او پوهيالې افغان روح ته دفردوس جنت او تلپاتې ارامۍ دعاكوي .
دارواښاد پوپل نوم او هلې ځلې به دنوي افغان نسل دروزنې او پالنې دتاريخ په برخه کښي په زرينوكرښو کي تلپاتې او جاويدانې وي . خدای بخښلي پوپل بې له شكه يونه هيرودونكې نوم او شخصيت دی .
ترهغو چې دښوونځی او روزنځی دروازې پرانستې وي د ارواښاد پوپل نوم به هلته او له هغوسره مل او ژوندى وي .
روح دي يې ښاده وي .
په درناوي
د خوشال فرهنګي ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ
٣٠ _ ډسمبر _ ٢٠٠٤ / ادمنتون كانادا ", په کاناډا کښي د خوشال فرهنګي ټولني دخواخوږۍ پيغام
265,,"
",
266,ميرزا علم حميدي _ هالنډ,"
var MSIE=navigator.userAgent.indexOf(""MSIE"");
var NETS=navigator.userAgent.indexOf(""Netscape"");
var OPER=navigator.userAgent.indexOf(""Opera"");
var agt=navigator.userAgent.toLowerCase();
var mac = (agt.indexOf(""mac"")!=-1);
if((MSIE>-1) || (OPER>-1)) {
if(mac) {
document.write("""");
} else {
document.write("""");
}
}
if (navigator.appName==""Netscape"" && parseFloat(navigator.appVersion) >= 4.7) {
document.write("""");
} else {
document.write("""");
}
د کتاب نو م :بدمرغه ټاپو
دا يوه جنايي کيسه ده ، په ١١٢ مخونو کښي د ليکوال له خوا پر سپين کاغذ چاپ سوی دی ، په هالنډ او پېښور کي تر لاسه کيږي .ښاغلي ميرزاعلم حميدي تر اوسه پوري ددې کتاب په ګډون ١٣ پښتو کتابونه خپاره کړيدي .
ليکوال : دروتي سايرس
ژباړن : ميرزا علم حميدي
کمپيوټر چاري : ميرزا علم حميدي
د خپريدو ځای : پېښور دانش کتابپلورنځی
چاپ کال : ١٣٨٢ _ ٢٠٠٣
د چاپ شمېر : ١٠٠٠ ټوکه
د سريزي ليکوال : زرين انځور
١ دسړي لار
٢ ژوبڼ
٣ د ټوکو خورجين
٤ وری څنګه لېوه شو
٥ بختوره پيشو
٦ دوه مخي کسان
٧ ژورې خبري
٨ دبرياليتوب لار
٩ د زړې ادې کيسې
١٠ دکاڼو زړونه
١١ د ملا نصرالدين کچکول
١٢ چلباز
١٣ بدمرغه ټاپو
د کتاب د ترلاسه کولو پته :
دانش خپرندويه مؤسسه قصه خواني بازار پېښور پښتونخوا
ټيلفون شمېره :ـ ٢٥٦٤٥١٣-٩١-٠٠٩٢ برېښناليك :ـ danish2k2000@yahoo.com ",بدمرغه ټاپو
267,ميرزا علم حميدي _ هالنډ,"
var MSIE=navigator.userAgent.indexOf(""MSIE"");
var NETS=navigator.userAgent.indexOf(""Netscape"");
var OPER=navigator.userAgent.indexOf(""Opera"");
var agt=navigator.userAgent.toLowerCase();
var mac = (agt.indexOf(""mac"")!=-1);
if((MSIE>-1) || (OPER>-1)) {
if(mac) {
document.write("""");
} else {
document.write("""");
}
}
if (navigator.appName==""Netscape"" && parseFloat(navigator.appVersion) >= 4.7) {
document.write("""");
} else {
document.write("""");
}
په دوه سوه پنځوسو مخونو کي پر اخباري کاغذ ليکلي سوي دي ، سريزه يې ښاغلي زلمي هيواد مل ليکلي ده ، او د ليکوال پېژندنه يي تر سريزي وروسته راغلې ده ، ډيري زړه راکښونکي ژوري او له پنده ډکي خبري لري .
د کتاب نوم : ژوري خبري
ليکوال : ميرزاعلم حميدي
لومړی چاپ : ١٣٧٥ ل پرندوی : دانش کتاب پلورنځی
دوهم چاپ : ١٣٨٣ _ ٢٠٠٣ د خوشال فرهنګي ټولنه
شمېر : ١٠٠٠ ټوکه
دا کتاب په کندهار کي د نارنج کتاب خپرولو موسسې ، کوئټه کي د صحاف کتاب خپرولو موسسې او پېښور کي دانش کتاب پلورنځۍ له خوا تر لاسه کولای شئ .
",ژوري خبري
268,قيام الدين خادم,"
var MSIE=navigator.userAgent.indexOf(""MSIE"");
var NETS=navigator.userAgent.indexOf(""Netscape"");
var OPER=navigator.userAgent.indexOf(""Opera"");
var agt=navigator.userAgent.toLowerCase();
var mac = (agt.indexOf(""mac"")!=-1);
if((MSIE>-1) || (OPER>-1)) {
if(mac) {
document.write("""");
} else {
document.write("""");
}
}
if (navigator.appName==""Netscape"" && parseFloat(navigator.appVersion) >= 4.7) {
document.write("""");
} else {
document.write("""");
}
په ١٣٨ مخونو کي پراخباري کاغذ چاپ سوی دی ، د پښتو ټولني لوی مدير ارواښاد صديق الله رښتين ، سريزه پر ليکلي ده او خپله د کتاب ليکوال راواښاد ( خادم ) د کتاب په اړه څو خبري ليکلي دي ، دا کتاب په ١٣٨ مخونو کي ٥٨ سرليکونه لري .په کوئټه ،کندهار او کابل کي يې تر لاسه کولای شئ .
د کتاب نوم : پښتو او پښتونواله
ليکوال : ارواښاد قيام الدين خادم
لومړی چاپ : ١٣٣١ سلواغه ، کابل
دوهم چاپ : ٢٠٠٢ ږ
دچاپ ځای : لاهور
د چاپ شمېر : ٥٠٠ ټوکه
کمپوز او ډيزاين : زرغونه کاکړه
خپرندوی : پښتو ادربي غورځنګ ( کوئټه پښتونخوا )
د کتاب د ترلاسه کولو پته :
پښتو ادبي غورځنګ
ريګل چوک
جنوبي پښتونخوا ، کوئټه
بانکي شمېره :
Bank account: 3482-5
Bolan Bank Jinnah Road Quetta
E mail : lamba_g2000@yahoo.com
Telephoneټيلفون شمېرې :
00923009388150
00923337809763
",پښتونولي
269,,"
",
270,,"
",
271,,"
",
272,بېنوا خپرنيزه څانګه,"
لحده نيسه يې کرار په غيږ کې . يوزهره چاودى او خوږمن درسپارو
چې يي زخمونه دي دستورو په څېر . دکهکشان غوندي بدن درسپارو
په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دافغانستان بيسارى لويه او عظيمه ،علمي او فرهنګي هستي
فاضل استاد علامه پوهاند اکاډيمسين عبدالشکوررشاد
له دارالفناڅخه ددرالبقا پر لور وکوچيد.
روح دي يې ښاده وي
ارواښاد علامه رشاد چې نن د افغانستان په سيمه ايز وخت د سهار پر يوولس نيمي بجې يې خپله سپڅلې ساه خپل خالق ته وسپارله جنازه به يې دجمعې پر ورځ دليندۍ پر ديارلسمه نيټه د ارواښاد پلرني ټاټوبي (کندهار ) ته راوړل شي او خاورو ته په وسپارل شي همدا اوس ـ اوس په کابل او کندهار داراوښاد دوستان او خواخوږي ددوى دتدفين په چارو بوخت دي او په کندهار کې دفرهنګيانو يوه غونډه روانه ،ده چې دارواښاد دتدفين دځاى دټاکلو او نورو مسائلو په اړه يوه ګډه پريکړه وکړي .
د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مړيني تر خبر وروسته
په کندهار کښي بېړنۍ غونډه جوړه شوه
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان او سيمې ديوې لويې فرهنګي او علمي څيرې ( ارواښاد علامه پوهاند اکا ډميسين عبدالشکور رشاد ) دروند او برکتناک سيورى دافغا ن ملت ، په ځانګړي ډول علمي ا و فرهنګي کړيو له سره ليري شو .
انالله وانا الله راجعون
فاضل استاد علامه پوهاند رشاد دروان کال دليندۍ پر دولسمه دغرمې ددولس نيمو بجوپر مهال دورپيښې ناجوړې له امله خپله سپڅلې اروا په څلورسوه بيستريز روغتون کې خپل خالق ته وسپارله ..
دفاضل استا د مړى به سبا ورځ دليندۍ پر ١٣ مه دکابل ښار په څلورسوه بستريز روغتون کې دهغه خواخوږو ، دوستانو دعلمي او فرهنګي څيرو له خو ا دوروستۍ لېدنې لپاره پروت وي ، بيا به ورپسې ورځ چې دجمعې مپارکه ورځ او دليندۍ ١٤ ـ مه کيږي خپل پلرنې ولايت کندهار ته وړل کيږي او هلته به خاورو ته سپارل کيږي .
په دې اړه نن دليندۍ پر ١٢ ـ مه تر ماپښين وروسته په کندهار ښارکې دکندهار ښا ر او شاوخوا سيمو ليکوالو ، فرهنګيانو او مشرانو دافغان مطبوعاتې مرکز اينه کې يوه بېړنۍ غونډه جوړه شوه .غونډه دقران شريف دمبارکو اياتو په لوستو سره پيل شوه اووروسته دبينوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار دفاضل استاد ارواته تر دعا وروسته وويل :"" دارواښاد علامه صاحب دژوند په اړه به بيا سره ږغيږو خو اوس موږ ددې لپاره دلته سره راټول شوي يو چې دارواښاد علامه صاحب دتدفين او مراسيمو په اړه سره وږغيږو او دملګرو نظرونه واخلو .
ورپسې دکندهار پوهنتون دانجينرۍ پوهنځي استاد انجينر عبدالطيف اشنا په داسي حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې او خبرې يې په ستونې کې غوټه ـ غوټه کېدلې په سلګيو کې يې وويل :"" ما دخبرو حو صله له لاسه ورکړې ده ، هيڅ نشم ويلاى ، ما چې دارواښاد دمرګ خبرواورېد داسي مې وانګيرله چې پښتو مړه شوه ، خو اوس چې زه دلته دا ځوانان وينم نو څه هيله مې پيدا کيږي چې ګوندي دده لاره به نه پريږدي ، که څه هم موږ خو نه شو کولاي چې دده تشه ډکه کړو ، خو بيا هم بايد تا سو ځوانان لاسونه سره ورکړى او دده ارمانونه پوره کړئ، او په ده باندې بايد تر مرګه وروسته کندهار پوهنتون منور شي ، دهيواد کلتوري ټولنې مشر واصل حسينار په دې ټينګا رکاو ه چې له کندهار پوهنتون پرته يوداسي ځاى چې ټول عام خلګ ورته ورشي بايد ښخ کړل شي ، خو نورو ملګرو په پوهنتون کې چې دکندهار ښا ر شمال ته پروت دى او ډيرښه موقيعت لري دى بايد ښخ کړل شي ، البته انجنير اشنا زياته کړه چې هلته دپوهنتون ښى اړخ ډيرې ښې تپې ( غونډۍ ) شته چې بايد ديوې پر سر ځاى ورته وټا کل شي ، ميرويس افغان په دې اړه وويل .په عمومي ډول موږ پښتانه ډېر بې پروا خلګ يو ، موږ زړې مقبرې او ارزښتناکې ودانۍ له ياده ايستلې او کنډواله پرې ايښې دي، نودده پالنه به څو ک وکړاي شي ، دپوهنتون سيمه په دې هم ښه ده چې يو خو دى يو علمي څېره ده او بل دپوهنتون محصلين لا ښه دي يوه څه ددغه ډول ارزښتونو په ساتنه پوهيږي او احساس يې لري دغونډې په وروستو شيبو کې پريکړه وشوه چې دغونډې څو تنه برخوال دې د کندهارله والي سره پر اړوندو مسايلو په و ږغيږي ، سبا به بيا دغه ليکوال راټوليږي او دولايت مقام نظر به دوى ورته اوره وي ،او په دې نوموړې غونډه کې يوپنځه ماديزه پرېکړه ليک هم تصويب شو ،
١ـ دفاضل استاد مړى بايد په کندهار پوهنتون کې خاوروته وسپار ل شي .
٢ـ دفاضل استاد دزيارت حريم بايد پراخه ځمکه په برکې ولري چې په راتلونکې کې داړينو ودانيو دجوړلو لپاره وکارول شي .
٣ـ کندهار پوهنتون او شاوخوا سيمه دعلامه رشاد په نامه ونومول شي .
٤ـ دفاضل استاد مقبره بايد په خورا عصري او شانداره توګه جوړ شي .
٥ـ دفاضل استاد ددرنښت پر ځاى کولولپاره دې د ملي ماتم ورځ اعلان شي .
دغونډې د برخوالو انځورونه
دارواښاد علامه رشاد دمړينې په اړه دبېنوا فرهنګي ټولنې پيغام
زمانه چې پر مدار دکينې راشي
دادب پر منارو ټکې پرېباسي
نن دداسي يوه انسان دمړيني خبراورو چې دکليمې په ټوله مانا دانساني کرامت ټول ارزښتونه يې له ځانه سره لرل .
هغه انسان چې دپوهې ناپايه سمندر و.
هغه انسان چې ددرنښت يو غرو.
هغه انسان چې داخلاقو سمبول و.
هغه انسان چې دافغانيت اسمان و.
هغه انسان چې دانسانيت يو بيساري بيلګه وه .
هغه انسان چې دعظمت مجسمه وه .
او هغه انسان چې دښيګڼو دبيا توان يې ، بويه په ستونزو سره داسي فکر ، ګوتې او قلم پيداشي چې په کښې وميندل شي او لکه څنګه چې ښايي هغسي يې وليکې .
هو ! همداسي بيساري انسان مو له لاسه ورکړ .
فاضل استاد علامه پوهاند اکا ډيمسين عبدالشکوررشاد دا داسي يو عظيمه هستي وه چې دډېرو مخ يې دنيستۍ په چپلاخه دپوهنيزو او فرهنګي څېرو مخونو شنه وي .
نن داداسي يو ه عظمت په نيستي سره ټول افغان ملت ډېر لوى ماتم پر ټغر ناست دي ، او دبينوا فرهنګي ټولنې لوى کوچنى هم دخپل يوه بيساري مهربان او عظيم علمي او مانيز پلار دبيلتون له امله تر سترګو داو ښکو پر ځاى دزړه ويني تويوي .
ته به وايي چې الله پاک يوازې همدا موږ دغم لپاره پيداکړي يو .
دخپلو له خوا غم ، دپردو له خوا غم ، دکفارو له خوا غم دمسلمانو له خوا غم .
وژل کيږو ، وهل کيږو .ټکول کيږو ، ورانيږو . نه دځمکې ګېډه راباندې مړيږي او نه هم داسمان خوا سړيږي موږ هرڅه له لاسه ورکړ ي دي او نن خومو داسي څه له لاسه ورکړه چې جبران يي راته ناممکن بريښي .
دا يو طبيعي امرو ، منلى مو دى ،خو داهم طبيعي ده چې ديوه ډېردرانه او سنګين غم غر مو د اروا پر اوږو درېدلى دى .
دلوى الله ددربار ته لاسونه پورته کوو چې په دې غم باندې مو دزغم ملاوې ماتې نه شي او ټول افغان ملت ده د يوالي ، مينې ، ورورولۍ او پو هې الهام راکړي .
ټول افغان ملت ته په ټولنيز ډول دده ودرنې کورنۍ او يمتمې کورنۍ ته په ځانګړي توګه دغني بادار له درباره دبيساري زغم او صبر غوښتنه کوو.
دفاضل استاد علامه رشاد صاحب اروا په فردوس جنت کې ښاده او خوښه غواړو ( امين )
بينوا فرهنګي ټولنه ، کندهار افغانستان
١١ــــــ ٩ ــــــ ١٣٨٣
",اه! علامه رشاد وفات شو!!!
273,,"
",
274,,"
",
275,,"
",
276,,"
",
277,,"
",
278,,"
",
279,,"
",
280,,"
",
281,,"
",
282,,"
",
283,,"
",
284,,"
",
285,,"
",
286,بېنوا خپرنيزه څانګه,"
لومړی خبر کندهار = هالنډ : ښاغلی سعيد زابلی د عبدالله احسان سره په ټيلفون کښي ( دا خبرپه بېنوا ويبپپاڼه کښي په امريکا کي خالد هادي خپور کړ .د ډسمبر د مياشتي لومړۍ نېټۀ د ماپښين يوه بجه
بېنوا ويبپاڼي ته تر ټولو لومړی پيغام له کندهار څخه د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار د سعيد زابلي په لاس راوليږه .
خپلي پېرزويني او خاطرې وليکئ
دپيغامونو په کتاب کي د پيغام ليکلو پر وخت خپل نوم او ځای مه هيروئ
په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دافغانستان بيسارى لويه او عظيمه ،علمي او فرهنګي هستي
فاضل استاد علامه پوهاند اکاډيمسين عبدالشکوررشاد
له دارالفناڅخه ددرالبقا پر لور وکوچيد.
روح دي يې ښاده وي
ارواښاد علامه رشاد چې نن د افغانستان په سيمه ايز وخت د غرمې پر يوه بجه د زړه د ناروغۍ له کبله يې خپله سپڅلې ساه خپل خالق ته وسپارله جنازه به يېدجمعې پر ورځ دليندۍ پر ديارلسمه نيټه د ارواښاد پلرني ټاټوبي (کندهار ) ته راوړل شي او خاورو ته په وسپارل شي همدا اوس ـ اوس په کابل او کندهار داراوښاد دوستان او خواخوږي ددوى دتدفين په چارو بوخت دي او په کندهار کې دفرهنګيانو يوه غونډه روانه ،ده چې دارواښاد دتدفين دځاى دټاکلو او نورو مسائلو په اړه يوه ګډه پريکړه وکړي .
",آه پوهاند علامه رشاد وفات شو
287,,"
",
288,,"
",
289,بېنوا خپرنيزه څانګه,"
موږ خپل ټول وس په کار اچوو تر څو له سيمه ايزو او نړيوالو مطبوعاتو د ارواښاد علامه رشاد صاحب په اړه ټول خپاره شوي مطالب ثبت او تاسو ته وړاندي کړو .
١ _ د هيواد نوميالي ليکوال ، شاعر ، تاريخپوه ، او څېړونکي محقق محمد معصوم هوتک د خپل استاد په وير کي دغه بولنه ويلي ده ، کليک يې کړئ .
٢_ د افغان رسالې د مسول مدير ښاغلي احمد شا هوتکي سره د فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند علامه رشاد خبري ، ( دا د رشاد صاحب تر ټولو وروستۍ خپري شوي خبري دي)
٣_ د بي بي سي : ١ ډسمبر ٢٠٠٤ / ارواښاد علامه رشاد صاحب خبري ، دهيواد د تکړه ليکوال څېړونکي او کره کتونکي محمد زرين انځور او ډاکټر مجاور احمد زيار خبري .
٤ _ د امريکا ږغ راډيو له خوا د پوهاند استاد رشاد صاحب د مړيني لومړی خبر
٥_ د امريکا ږغ راډيو د پوهاند علامه رشاد د مړني په مناسبت د ښاغلي عبدالله بختياني او محقق محمد معصوم سره خبري کړي دي .
٦ _ د ارواښاد علامه رشاد صاحب د مړيني دوهمه ورځ په کابل کښي په زرګونو تنه دارواښاد مينه وال د هغه دمړي دليدلو کتلو لپاره راغلي وو ، په دې اړه ډاکټر رشاد د بېنوا ويبپاڼي سره په خبرو کښي .
٧ _ ( د ارواښاد مړيني دريمه ورځ _ کندهار ) د بي بي سي راډيو پښتوڅانګي سره په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني د مرستيال ښاغلي عبدالجبار ترنګ مرکه
٨ ـ د ارواښاد علامه رشاد د جنازې راپور په بي بي سي مازيګرنۍ خپرونه کي
٩ ــ د ارواښاد په ملي ماتم کي په جرمني کي د افغان کلتوري ودي ټولني د ماتم غونډه جوړه کړې وه چي د افغانستان نامتوليکوال او د همدې ټولني مشر ئې بېنوا ويب پاڼي ته داسي توضحات راکوي
١٠ ـــ بي بي سي خپل ځانګړی اوننيز ادبي پرګرام د ارواښاد علامه رشاد لپاره ځانګړی کړی دی
١١ ــــ په کندهارکي د ارواښاد علامه رشاد د جنازي راپور د امريکا په اشنا راډيو کي
١٢_ د ارواښاد علامه رشاد شاګرد ( د کابل پوهنتون د لوغونپوهني د څانګي پخوانی استاد) ښاغلي رسول باوري د بېنوا ويبپاڼي سره د خپل ګران استاد د ژوند خاطرې يادي کړي دي .
١٣_ ای کندهاره :: د نامتو ليکوالي او شاعري نجيبه سارا بياباني په ږغ کي
١٤ ــ د ارواښاد علامه رشاد صاحب خاورو ته د سپارلو او فاتحې د لومړۍ ورځي په اړه دبېنوا فرهنګي ټولني له مشر عبدالاحمد محمديار سره د بېنوا ويبپاڼي مرکه
١٥_ بېنوا په اروپا کي د افغاني کلتوري اوفرهنګي ټولنو ګډه جرګه د فرانکفورټ په ښار کي يوه پراخه غونډه او د فاتحې مراسم جوړوي ! بېنوا ويبپاڼي د ښاغلي محمد عاشق غريب سره دغونډي په څرنګوالي په اړه مرکه کړې ده ، دلته يې واورئ .
١٦_ د ارواښاد اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مړيني په اړه د ازادۍ راډيو هم د يو شمير نورو په شان يو ساعته ( تر شنه اسمان لاندي ) ادبي او کلتوري خپرونه د ارواښاد رشاد صاحب لپاره ځانګړې کړې وه . په دې خپرونه کي چي د ارواښاد رشاد صاحب خاورو ته د سپارلو پر وخت ژوندۍ خپريدل . په دې خپرونه کښي ميلمانه دغه ښاغلي دي : حبيب الله رفيع ( کابل ) عبدالله بختاني ( ننګرهار ) او معصوم هوتک د کاناډا څخه . لومړی نيم ساعت دوهم نيم ساعت تر پايه
١٧_ دالمان ږغ راډيو سره د ارواښاد استاد رشاد په اړه د ښاغلي زرين انځور مرکه تاسو يې خپل کمپيوټر ته هم کښته کولای شئ .
١٨
_د هيواد د نوميالي ليکوال ، څېړونکي، کره کتونکي او په اروپا کښي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې د مشر ښاغلي زرين انځور وينا
١٩_ د ٢٠٠٤ کال د ډسمبر ١٢مه نېټه ( فرانکفورټ ) ښاغلی عبدالوهاب سرتير په ږغ کښي
٢٠_ ", دنړۍ په مطبوعاتوکي د علامه رشاد په اړه خپري شوي مرکې او راپورونه په ږغ کښي
290,,"
",
291,,"
",
292,,"
",
293,,"
",
294,,"
",
295,دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه جرمني,"
د ٢٠٠٤ کال د نومبر ٢٦
جرمني ، د کولن ښار
په ډېرې خواشينۍ سره خبر شولو چې د افغانستان د پوهنې ځلنده څېره او د وطن د معارف يو نوميالی خدمتګار ډاکټرعلي احمد پوپل د جرمني د اسن په ښار کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد ډاکټر علي احمد پوپل په افغانستان کې د نوي او عصري معارف له هغو مخکښو خدمتګارانو څخه و چې په ډېرو پېچلو حالاتو او شرايطو کې يې د وطن د بې وځلو بچو د ښې روزنې لپاره بنسټيزې هلې ځلې وکړې . د هغه په پاملرنه د لومړي ځل لپاره په کابل ښار کې په پښتو ژبه د زده کړې دوه لېسې جوړې شوې او قبايلي او د هېواد دلېرې پرتو سيموکوچنيانو او ځوانانو د دې امکان پيدا کړ چې د خپل هېواد په پلازمېنه کې په خپله ژبه زده کړې وکړي . د دومره اوږدو کلونو په دوران کې د اولس دغه حق ته بيا کومه اساسي توجه ونه شوه او په پلازمېنه کې بل داسې ښوونځی تر اوسه پورې ﻻ نه دی جوړ شوی .
هغه د افغانستان د ټولو سيمو او د ټول افغان اولس د بچو متوازنې ښوونې او روزنې ته خپله عمده پاملرنه ورواړوله او په دې توګه يې د افغانستان د پوهنې د ودې په تاريخ کې خپل نوم په زرينو کرښو وليکه .
د وطن د دغه حقدار خدمتګار يادونه به د وطن د ربښتينو بچو په يادونو او د هېواد د تاريخ په حافظه کې د تل لپاره ژوندي وي .
هغوی ته له لويه خدايه دفردوس جنت هيله کوو، کورنۍ او د هېواد دمعارف له ټولو منسوبينو سره په دې غم کې ځانونه شريک بولو .
په درناوي
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه
",د نوميالي شخصيت ډاکټر علي احمد پوپل د مړينې له کبله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې پيغام
296,,"
",
297,,"
",
298,,"
",
299,,"
",
300,,"
",
301,,"
",
302,,"
",
303,,"
",
304,,"
لحده نيسه يې کرار په غيږ کې . يوزهره چاودى او خوږمن درسپارو
چې يي زخمونه دي دستورو په څېر . دکهکشان غوندي بدن درسپارو
اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد پرون د افغانستان پر وخت د ورځي پر يوه بجه د زړه دناروغۍ له کبله له دې نړۍ د تل لپاره سترګي پټي کړې .
داکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد په مړينه په هيواد کښي دننه اوبهر ټوله نړۍ کښي افغانانو اوښکي توی کړې ، او د فاضل استاد مړينه يې د ټول افغانستان او ټولو پښتنو لپاره يوه ستره ضايعه وبلله .
نن په کابل کي د استاد د وروستۍ مخه ښې په نيت يو لړ رسمي مراسم پر ځای شوه . چي ورته د هيواد له ليرو پرتو سيمو او ولايتونو څخه بې شمېره د استاد مينه والو ګډو کړی وو .
همدا ډول په کندهار کښي هم د ټولو کلتوري ، فرهنګي ، اوادبي ټولنو مشران ، غړي ، د خپرونو کارکوونکي او له يو شمېر نورو سيمو څخه راستانه شوي فرهنګيان اوفرهنګپال سبا ورځي ته د استاد د جنازې د لمانځه او دفن کولو د مراسمو لپاره کندهار ته رسيدلي او يو شمير به يې شپې ، او سبا ته رسيږي .
د په کابل کښي د استاد د وروستۍ ورځي لنډ مالومات په ليک او انځورونو کښي تاسو ته وړاندي کوو .
د بېنوا خپرنيزه څانګه د ګران صالح څخه د عکسونو پر وخت د راليږلو يوه نړۍ مننه کوي ",٢ ډسمبر ٢٠٠٤ په کابل کښي د ارواښاد علامه رشاد پاي روح ته ددعا ورځ وه
305,,"
",
306,,"
",
307,,"
",
308,,"
",
309,,"
",
310,,"
",
311,,"
",
312,,"
",
313,,"
",
314,سور غر توخى,"
په کندهار کي د ارواښاد علامه رشاد د جنازي او هديري لپاره نن هم د پرون په څير په کندهارښار کي د ارواښاد د علامه رشاد صاحب د جنازي د رارسيدو لپاره ليکوالو او فرهنگيانو په مراسمو بوخت دي دلاښه ترتيب او تنظيم لپاره يي مشورتي غونډي او ناستي درلودي داپروگرامونه چي د ورځي په اوږدو کي يي په پرله پسي توگه دوام درلود د لوي کندهار ټولو فرهنگيانو او مخورو څيرو گډون درلود.
همدا ډول په کندهار پوهنتون کي محصليونو په داسي حال کي چي د نورو فرهنگيانو او خلگو غوندي له خبرو څخه د غمونو لمبي پورته کيدلي هم يي د ترتيباتو لپاره غونډي درولودي .
نن د کندهار پوهنتون زده کوونکو او فرهنگيان په يوه شي ډير ډاډه ښکاريدل چي د ځينو خلکو له مخالفت سره سره ددوي غوښتنه ونه منل شوه او د علامه رشاد صاحب د ښخيدو لپاره په کندهار پوهنتون کي ډيره ښه وړ ځاي په نښه شو.
همدا رنگه د کندهار فرهنگيانو له خوا د نورو ترتيباتو تر څنگ يې په کندهار ښار کي د ارواښاد علامه ته ددعا او ستايني شعارونه ځوړند شول. همدا رنگه ټول ښار يي د ددي ستر انسان په ښکلو انځورونو سره ښکلي کړ.
همدا اوس_اوس هم ځوانان په ډيره مينه هوډ لري چي تر سهاره خپلي دغه هلي ځلي وغځوي.
ورسره په څنگ کي يي د بري په نامه خپلواکه خپرونه د ارواښاد د ژوند ليک ،علمي کارونو،اثارو،پيغامونو او شعرونو ته ځانگړي شوه چي ممکن تر سبا ورځي د هديري تر مهاله يي په لوړ تيراژ په لسو مخونو کي له چاپه راوباسي.
پاته دي نه وي چي نن کندهار ته د ارواښاد د جنازي په مراسمو کي د گډون کولو لپاره له کوټي ښار او شا وخوا سيمو کابل ولايت او ځينو نورو ولايتونو او سيمو څخه گڼ شمير ميلمانه راورسيدل او ددوي به تر سهاره د چارو د لاښه تنظيم او نورو اړونده مسايلو په اړه تر سهار سره ږغيږي.
سبا ورځ به د ارواښادعلامه صاحب جنازي له گڼ شمير ليکوالو، دولتي چارواکو او نورو خواخوږو سره يو ځاي له کابله کندهار ته راورسيږي. په عيدګاه کې به يې د جنازي لمونځ ادا شي او بيا به په خوار درنښت خاورو ته چې پوهنتون ته به مخامخ پر نسبتا لوړه تپه چې دکندهار ښار به يې ټوله په لمنه کې پروت وي ښخ کړل شي .
ان شاالله ", په کندهار کې دعلامه رشاد دسترې غميزې دوهمه ورځ .
315,,"
",
316,,"
",
317,,"
",
318,,"
",
319,,"
",
320,,"
",
321,,"
ډاکټر طارق رشاد د علامه پوهاند رشاد صاحب زوی نن په کابل کښي په هغو مراسمو کښي برخه درلوده کومو ته چي په زرګونو د ارواښاد علامه رشاد صاحب مينه وال د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه د ارواښاد سره د وروستيو ليدو کاتو په مقصد راغلي وو .
ښاغلي ډاکټر طارق رشاد نوموړو مراسمو وروسته د بېنوا ويبپاڼي سره ټيلفوني خبري وکړې ، چي ستاسو پام ورته را اړوو .
د ږغ اوريدلولپاره دلته کليک وکړئ .
",ښاغلی ډاکټر رشاد د ارواښاد علامه رشاد صاحب د مړني د دوهمي ورځي څرګندوني
322,,"
",
323,,"
د ارواښاد علامه رشاد صاحب د جنازې د نقلولو لپاره د هغه د کورنۍ غړي ، په سلګونو تنه فرهنګيان ، فرهنګپال ، او يوشمير له ليري سيمو څخه راغلي دراواښاد استاد علامه رشاد مينه وال د کابل د څلور سوه بستريز روغتون مخي ته راټول شوي دي . او په څو شېبو کښي به د يوه غټ کاروان په بدرګه د بې شمېره ولس په ملګرتيا د کندهار پر لور روانيږي . د کندهار کابل په لويه لاره کښي د پرتو سيمو اوسيدونکي ټول دارواښاد علامه رشاد لار څاري ، تر څو وروستۍ ليدنه کتنه ورسره وکړي . په کندهار کښي فرهنګي ټولنو د ارواښاد د مړيني دخبر په اوريدلو سره وخت په وخت غونډي کړي دي ، همدا اوس هم چي لا د جمعې د ورځي سهار نه دی پيل شوی د کندهار په لارو او کوڅوکښي د سيمي د فرهنګي ټولنو غړي او کارکوونکي د ارواښاد علامه رشاد صاحب انځورونه ، او دهغه په ياد جوړ شوي بيرغونه ځوړندوي .
په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني مرستيال ښاغلي جبار ترنګ د بي بي سي راډيو سره په خبرو کښي د کندهار د نن ورځي په اړه داسي مالومات وړاندي کړل .
د جبار ترنګ په ږغ کښي وروستۍ څرګندوني ",د فاضل استادعلامه رشادجنازه څو ساعته وروسته په کندهار پوهنتون کښي خاوروته سپارل کيږي
324,,"
",
325,حبيب الله غمخور _ مالمو سويډن,"
دارواښاد اکاډيميسن پوهانداستاد رشاد ياد دي آبدي وي !
حبيب الله غمخور _ مالمو سويډن
۲.۱۲،۲۰۰۴
پرون دافغانستان د آدبياتو ،هنر اوتاريخ ځلانده ستوري علامه پوهاند اکاډميسين عبدالشکور « رشاد »له پانی دنيانه دآبد لپاره سترگی پټی کړي .ياد دي آبدي وي . دپښتو ژبي لوي آدب پوه ،پر هيواد مين، ډموکرات سياستوال او سر غندوی استادعلامه« رشاد » پدغو سترگو پټولو سره دافغاني آدب نړۍ ټوله تاريکه کړه. نه تنها پښتو دانصاف له مخی دري هم يتيمه شوه، اوددغه فرهنگي ناورين سايه زموږ د هيواد پر فرهنگي او آدبی نړۍ وغوړيده، دډير وخت لپاره زموږ په غمځپلي هيواد کی بياداسي چړې نشۍ پيداکيداي .
پياوړې علامه استاد پوهاند« رشاد»دخپل عمر په 83 کلونو اوټول ټا ل څو نيم گړو ورځوپه ګډون 61 کاله دگران هيوادځوان نسل پداسی روحيه روزلۍ چي دهر څنه لمړۍ بايد : تل پاتۍ افغان ،بيا ويښ ځلمۍ ، دنړۍ دکاروان نه بايد شاته پاته نشي،په علم او پوهه کی غلام نسی، که ئی دجگړي په ډگر کی گټلی په سياست کی بايلل ورته پيغوروې، که پښتو ا ويا دري ژبۍ وۍ دفارس نوکر نشی، که ځوان دۍ پخوانۍ گوډاگۍنشې، که افغان دۍ په آدب، کلتور، فرهنگ،ټولنيزو اړيکو هيواد پيژندني او انسان ته په درناوی ،غيرت، پاک لمنۍ کي پاته رانشي،که انسان دۍ انسا نيت ،بشري عاطفي ، انسان دوستی ا و نوع پرستي هيره نکړي، تر ټولو وړاندي که پيغله ،ښځه او يا مقدسه مور ده دماشوم په روزنه او وطندوستۍ ته په صداقت کی تر نوروپاته رانشی .اوکه ماشوم يا زڼکۍ وې مور ،پلار ،مشرانو ،گاونډيانو ،هيوادوالو پکل کی انسان ته په درناوي او چوپړ کی شاته نه وي.
دگران ا ستادعلامه پوهاند رشاد ملي اسلامی او وطنی چوپړ په همدغو نيمگړو يادونو کی په لنډه توگه کيداي شې.
ستر استاد علامه پوهاند «رشاد» دخپل لنډ ژوندپه اوږدوکی هغه څه سرته ورسول چی ډيرو دهغه دسرته رسيدو په هکله تصورنه ا وهو دیی « خوب او خيال» باله. لوي استاد علا مه پوهاند« رشاد» د «94»نه زيات علمی ،آدبي،فرهنگي اوتايخی اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد په ډيرو ستو نزمنواود ناخوالونه ډکو شرايطو کی چی ورته ځينی« ددموکراسۍ لسيزه،دځان غوښتنې واکدارې ، جهادی او داسلامی عمارت ټول واکې،اوراوروسته دآيتلاف(موقته ا وعبوري اداره) وایی»، دسپين کاغذپر مخ دهيوادراتلونکې نسل ته په ميراث پريښوده،هغه نسل ته چه ځوان«عبدالشکور رشاد» آن دځوانۍپه مستو شيبو کی دهغوي دا نسانی او روا حقوقو څخه دملاتړاو دفاع په منظور هر څه پر ځان گا للي، ولی هميشه یی پر دي ټينگار کاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلوکې جوړوی ، او دا دافغان هيواد «بنايان» (جوړوونکي) دي دوي بايد داسی وروزل شي تر څووکولای شی دهيواد د بيارغاوني لپاره ميرويس نيکه او لوي احمدشاه غوندی دافغان ولس دچوپړ جوگه شی.
دگران استاد په اند نه بايايد افغانان هميشه دمهربانو همسايه گانو ځيره خوراو خيرات خور وي، يادعربي شيخانو لورونې ته منتظراو سترگی پلار وي .
علامه استاد« رشاد » دداسي اندونو سره کوم چی پايله یی په يو ه او بل نامه «غلامي، قومي بي اتفاقی،ژبني ، مذهبی،ا و منطقوی اختلاف،دملي غرور تر پښولاندی کونه، او افغان اولس دهرپردي کس او نا کس تر واک لاندي راوستل وی سخت ملی غبر گون ښودلۍ دۍ.که دويښو ځلمو نهظت دکاغذ پرمخ او ډيرو چيغو وهلو پر بنسټ ډير پخوامنحل شوۍ ؤ خو په حقيقت کی استاد «رشاد» غوندي څو گوتي په شمار ژونديو ويښو زلميو دا بير غ تر هر اوسني سياتوال اوچت ساتلۍ دۍ. خير که دوي پارکوته نه وتلی،او لوی لاريونونه ییندي جوړکړي خو دوی پخپلو جونگړو کی افغان شاه زلموته «دمور وطن او سر تر وطن جار» درسونه ورکړيدی .
زما غوڅ او پر ځاي وړانديز دادۍ که دلوي استاد مقبره دکندهار د پوهنتون په انگړ کي جوږيږي ،همدا پو هنتون دی د « په کندهارکي درشاد پوهنتون » په نا مه ونومول شي.همداشان مي د افغانستان ولس مشر ښاغلي حامدي کرزي ته ديو افغان په توگه وړانديز دادۍ چی دکابل په ښار کی هم يو له علمی يا فرهنگي مرکز داستاد رشاد په نامه ونومول شي .فکر کوم هيڅ افغان په سياسی اصطلاح پښتون،تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، چهارايماق، بلوڅ،نورستاني،هندو اونورقومونه به پدي ف خفه نشي که دکابل په ښار کی يوه ځانگړي علمي مؤسسه داستاد «رشاد» په نامه ونومول شی.
دنړۍ په ټولو هيوادونو کښي واټنونه ،ميدانونه او علمي مؤسسی داستاد «رشاد» پشان کسانو او علمانو په نامه ياديږی.
",له سويډن څخه د حبيب الله غمخور ليکنه او وړانديز
326,,"
",
327,محمد عاشق غريب فرانکفورت جرمني,"
محمد عاشق غريب فرانکفورت جرمني
دلوی رشاد په وير کي د غريب ويرنه
آه کندهاره
لـــــويه کنــــدهاره نن دي بيا څــــــــــوني ژړلـــــــــي دي
ګوتي د ي پري شوي که شملي دي نــــــــــړيدلــــي دي
مېنه د ننګونو يې ژړا سره بلــــــــــــــــــــــد نــــــــــــــــه وې
ځاردي غيرتي سترګي تڼاکــــــــــــــي يې چاودلي دي
لرو پښتنو ويل د ملالـــــــــــــــي روح راغلـــــــــــــــې وه
سري جنډې په قبر دايوب يې ښـــــــــــــــورولـــــــي دي
خاوري د ميوندپه پټه خوله ماتم نيـــــــــــــــــــولی دی
بيا يې له شهـــــــــــــــــــــــــــيدو زخمو ويني بهيدلي دي
څليو د ميرويس او احمد شا ته بيا ســــــــــــتايني دي
شناختي د لحد يې خدايږو چـــــــــــــا ور ټکـــــــولي دي
بيا ليلي ورغلې چي سخي ته ګريوان څــــــــيري کړي
غېږ کي خوبولي يې بيا چا راپاڅــــــــــــــــــــــــــــولي دي
ذکر او زګيرويو په خرقه کـــــــــي زور اخستی د ی
ګوری له ګونبدې هســــــــــک ته لپي راوتلــــــي دي
سا دي د مستـــــــــۍ د تاک له پښو نه نن وتلــــــــــي ده
وني د انارو دي له وينو خوټيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــدلي دي
څومره چي ويرجن يې بس نن وير درسره ښه ښکاري
نن مو چي تقدير د ستر (رشــــــــــاد) زني تړلـــــــــي دي
ستا پردېس بچيانو هم د وير ټغر خپــــــــــور کړی دی
زه هم له هغو چي ستا له غېږ نه يـــــــې شړلـــــــــــــي دي
ټنډي د ( غريب ) ته د کعبې په شان سپـــــــــېڅلی يې
څلي د تاريخ او شهــــــيدان دي زېږولــــــــــــــــــــــي دي
٢ _ ١٢ _ ٢٠٠٤ ",دلوی رشاد په وير کي د غريب ويرنه
328,,"
",
329,,"
",
330,,"
",
331,,"
",
332,,"
",
333,,"
",
334,,"
",
335,,"
",
336,,"
",
337,,"
",
338,,"
",
339,,"
",
340,,"
",
341,,"
",
342,,"
",
343,,"
",
344,,"
",
345,,"
",
346,,"
",
347,بېنوا خپرنيزه څانګه,"
د بي بي سي راډيوله خوا
د ارواښاد علامه رشاد صاحب په اړه ځانګړی راپور او بحث
د پېلوزي ځانګړی ادبي پروګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پرګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پروګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پروګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پروګرام
د بي بي سي پښتو څانګې څخه په مننه :
پېلوزی اوونيز ادبي پروګرام له کلونو راهيسي هره دجمعې ورځ د بي بي سي له پښتو ماښامنۍ خپروني څخه خپريږي ، په هيواد کي دننه او بهر بې شمېره اوريدونکې او مينه وال لري .
څه موده مخکي نوموړی ادبي پروګرام له يوې جمعې نه تر بلي جمعې پوري د بي بي سي پښتو خپروني په پښتو ويبپاڼه کښي ساتل کيدی ، له څو مياشتو راهيسي د نا څرګندو ستونزو له کبله دا پروګرام د بي بي سي پښتو په ويبپاڼه کښي نه شي اوريدل کيدای ، اويوازي د راډيو له لاري خپريږي ، د بېنوا ويبپاڼي د زيات شمير لوستونکو په غوښتنه اوس د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه هڅي کوي تر څو هره اوونۍ د پېلوزي ادبي پروګرام په راډيو کي تر اوريدلو وروسته په بېنوا ويبپاڼه کښي وساتي .
اوريدلو ته يې تاسو رابولو .
دعبدالله احسان له خوا ساتل شوی راپور
حبيــــب الله کلکــــانی
۲۰/۲/۱۹۲۹
حبیب الله کلکانی معروف به بچه سقاء ، یکی از شخصیتهای تاریخی افغانستان است که تا کنون بخوبی شناخته نشده است. مورخان و واقعه نگاران هرکسی به هرگونه ای و به هر تعبیری درباره اش ابراز نظر کرده اند، برخی او را دزد، عده ای قهرمان و تعدادی هم او را یک عیار تمام خوانده اند. ما میخواهیم نظریات یکی از شخصیتهای مستقل اروپایی را در بارة کلکانی نفل نماییم. لودویک آدمک درباره ای حبیب الله چنین مینویسد: « حبیب الله از قوم تاجیک در ده کلکان در کوهدامن کابل در سال 1890 میلادی متولد گردید، در جوانی به کارهای جسمانی اشتغال داشت و در نزد یکی از ماموران دولتی باغبانی میکرد، در سال 1919 به قطعه ای عسکری جمال پاشای ترک در کابل پیوست، سه سال خدمت کرد و چون به شورش مردم منگل در 1924 م. همدردی نشان داد، وظیفه را ترک کرد. وی همواره نسبت به ماموران دولت و ثروتمندان کینه و خصومت میورزید، اما نسبت به فقرا و بینوایان همدردی و شفقت نشان میداد. حبیب الله طی شورش 1928 م. ننگرهار حاضر به همکاری با شاه امان الله شد، شاه هم سلاح و مهمات زیاد در خدمت وی و طرفدارانش گذاشت ، اما بعدها از شاه رو گردان شد. در دسامبر همان سال با عده از طرفدارانش دست به شورش علیه امان الله زد و بعد از 9 روز زد و خورد رانده شد و به پغمان فرار کرد. در 7 جنوری 1929 م. دوباره به کابل حمله نمود، کابل را تصرف کرد، و در 18 جنوری 1929 خود را امیر افغانستان تحت نام (امیر حبیب الله خادم دین رسول الله ) خواند، امان الله و طرفدارانش را دشمنان اسلام معرفی کرد. حبیب الله از جنوری الی اکتبر 1929 بر افغانستان حکم راند، آخر توسط هاشم خان یکی از برادران نادرخان دستگیر زندانی و آخر اعدام شد.» (1)
من مبخواهم درینجای نوشته ای از شادروان احمدشاملو راکه در تارنمای « آریایی» انعکاس یافته است نقل کنم، تا بازگو کننده ای برخی از حقایق تاریخی راجع به شخصیت حبیب الله کلکانی باشد.2
امیر حبیب الله کلکانی و نادر شاه
« نگارش این بحث مبنی بر آن نیست که از امیر حبیب الله کلکانی روئین تن تاریخ ساخته شود ، بلکه مراد آنست تا بنیاد ادعا های خاکین و برچسپ زدن ها دیرین ورشکست گردد. ونیز نمائی از جوهر ذاتی حبیب الله که زیر بار ناسزاگوئی های سرداران و دسیسه سازان درباری گور شده بود درخشنده گردد. » تا جائیکه تاریخ گواه است آن پدر کوهدامنی نام پسرش را نه « دزد » بلکه حبیب الله انتخاب کرده بود . پس آن پدر بر نسل های آینده این حق را دارد که ازهنگامیکه از فرزندش یاد می نمایند ، نامش را حبیب الله نوشته کنند. راستش وقتیکه مخالفین دربار های محمدزائییان را که با صد بد نامی وهزاران زشت نامی در تاریخ های درباری و گاه گاه در نگارش های امروزین جلوه گر می شود ، می خوانم چندان شگفت زده نمی شوم . چرا ؟ چونکه پادشاهان و امیران سده های معاصر میهن در هرروز و هر ماه تلاشیدند که چرخ تاریخ کشور را بر شالودة سجل و سوانح شخصی ، فامیلی و قومی خویش بنا نمایند تا باشد که هوش و روان خواننده را بسوی خود میلان داده باشند. اگر بدون پیرایه سخن گفت ، این امیران و پادشاهان در هر جا که مخا لفین سیاسی خویش را یافتند ، از برای کم زدن و زبون نشان دادن آنان ، با شیوه های گوناگون نامردی و نا مراوی دست زدند و دشمنان سیاسی خویش را پست ، خوارو بی نسب به جهانیان معرفی نمودند. از برای چنین کاری هر امیر و شاه حاتم طائی گردید و خزانه بیت المال گنج بی صاحب گشت. و از خزانه بیت المال به کیسه هر تاریخ نگار درباری و به گلوی هر مداح بازاری سکه ها ریخته شد تا تاریخ یکنواخت قومی نوین گردد و سجل امیران رنگین . برای نمونه ، هر گاه به کتاب تاریخ مکاتب و لیسه های ، که در زیر چشمان وزیر معارف وقت سردار محمد نعیم به چاپ میرسید نگاه شود ملاحظه کرده می توانید که در مغز های نو جوانان دانشجو کوبیده می شد که جوانی که نادر شاه را از پا در آورد ، یک غلام بچه بود. و آنهم یک غلام بچة که هویت پدر واقعی اش چندان هویدا نیود. با چنین سخنان کینه توزانه و دشمنانه ، دربار و درباریان می کوشیدند که در مغز های دانشجویان شخم زنند و تخم بکارند که گویا انسان پدر داشته و دستر خوان پدر دیده هیچگاه نادر شاه را به آن دنیا گسیل نمی داشت. ( با دریغ فراوان ، از قلم دلدادگان و دلبران دربارتا کنون نه خوانده ام که می پرسیدند و یا بپرسند که اگر پدر عبد الخالق چندان معلوم نبود و او بی نسب بود ، پس چرا تنها به جهت کردار آن عبد الخالق ، پدر ، ماما و عموی او پس به پس سر زده شدند و کاسه های سر دوستان عبدالخالق تک تک در کنج زندان ها پوسانیده شد؟) بهمین گونه برای سالیان درازی ، بلی گویان دربار از برکت بدست آوردن کرسی های سر دولتی ویا از ترس زور گوئی سرداران رساله ها نوشتند و کتاب ها چاپ کردند که گویا حبیب الله کوهدامنی « دزد» بود بخاطریکه حبیب الله کلکانی را بیشتر در دیده ها کم زده باشند ، و در تاریخ ناچیز جلوه داده باشند ، در گفتگو ها نامیدنش « بچه سقو ». در نیافتم که سقو بودن چه عیبی داشته است ؟ آیا سقوی نمودن هزار بار شایسته تر نمی نماید نسبت به اینکه از برکت آب جبین و آبله دستان مردمان ، زندگی طفیلی ارثی شاهانه برای سده ها داشت ؟ ندانستم که سقو بودن بمراتب پسندیده تر نمی نمود و نمی نماید نسبت به اینکه چون تیمور شاه زنباره و بسان دوست محمد خان چاکر انگریز و مانند شاه شجاع نوکر فرنگ بود ؟
فخر می باید به قناعت آن سقو و« سقوی ها» که با نان جوین و سفرة خشکین ساختند لیکن هرگز غذای رنگین در کاسه زرین انگریز نخوردند. نیکا شهرا ! که چنین آب آور بلند همت در دامان خود خوابیده دارد.
اگر از جفا هائیکه زور گویان به تاریخ کشور روا داشته اند ، بگذشت ، نکته اساسی در پیش چشمان می استد که بعضی درباریان درنگارش خویش جستان و شتابان داوری نموده و حبیب الله را شتابزده و یکسره « دزد سر گردنه » قلمداد نموده اند. در حالیکه ، برخلاف گفتار درباریان محمدزائی و فرزندان ، آن انگور پرورده کوهدامن « دزد سر گردنه » نبود. روستایی بود و ساده گو ، جوانمرد بود و ساده رو، کاکه بود و راست گو ، ناخوان بود مگر پخته گو.
بسا ارزش های پای مردی ووفاداری را که خواننده ای خراسانی کنونی در تاریخ تشنه وار جست و جو میکند در کار و کردار حبیب الله می توان سراغ نمود. همان ارزش های ساده مکر نایابی را که بسا شاهان و امیران معاصر کشور کم و بیش فاقدش بوده وبرای بدست آوردن ارمان های زیر ناف و سرشکم خراسانیان را بی سواد ، زندگی را دوزخ ، و خراسان را چو حصار نای زندان تنگ و تریک نگه داشته بودند.
اگر براستی در باب آن جوان کوهدامن حبیب الله با داد سخن آورد و به چشمان خواننده خاک نزد ، هیچ دورانی بهتر از زمان حکومت حبیب الله کلکانی نمیتواند نکته پژوهش جهت ارزیابی شخصیت حبیب الله قرار گیرد. سرشت مرد را در آن روزگار باید به آزمون گرفت که او در روی کرسی قدرت سیاسی کشور زانو زده بود. همان کرسی که از بهر بدست آوردنش یک شهزاده و با سواد ( زمانشاه ) چشمان برادر خود را کور کرد و دیگری شیرعلی خان در زندان ، روان فرزند را نابود کرد و آن دیگری امان الله خان گلوی عم را در ارگ تا دم مرگ توسط عاملان خود فشرد.
بایست دید و ارزیابی کرد که در آن هنگام که حبیب الله بی سواد روی همان کرسی سر خور تکیه زده بود ، در مقایسه با دیگرامیران پیشین و پسین ، اوچگونه فرمانروائی کرد. آنگاه در باب حبیب الله در دادگاه تاریخ میتوان سنگین و همه جانبه سخن آورد و بنیادین بیطرفانه نگاشت.
با در نظر داشت این اصل که حبیب الله که درب مکتب ندیده و از اندیشة خیلی پخته و دید رسته برخوردار نبوده ، روش بسا کارکرد هایش و شیوه کشور داریش به یک کاکه خراسانی همسان می نماید. به گونه نمونه ، نگاه شود به خوی و رفتار آن کوهدامنی :
همان صفت از خود گذری ، داشتن وفا، نگهداشت حرمت زنان و پاس سخن پروردگار داشتن که پله به پله و کتاب به کتاب در ادبیات فارسی دری درج است در کردار حبیب الله بمشاهده میرسد. دم نقد ، این رویداد های تاریخی می تواند حبیب الله را در دیدگاه خواننده یک جوانمرد استوار و پایمرد پایدار جوانمرد و پایمرد ایکه آب انگور و بوی گندم سرمست و چشم سیرش بار آورده بود :
1 : زما نیکه حبیب الله قدرت سیاسی را در کابل گرفت ، به گفته مرحوم قاسم رشتیا یک دسته خواهران جوان امان الله در ارگ موجود بود. آن کوهدامنی نه تنها نگذاشت که دستان دشمنان امان الله بدامان آن دختران جوان رسد بلکه پاسدارآبرو وعزت شان گردید. در همین هنگام ، شاه امان الله خود در قندهار سنگر گرفته و بسوی کابل لشکر کشید و برای گرفتن تخت و بدست آوردن سر حبیب ا لله کمر بست. حبیب الله در حالیکه حریفش را با تمام قوت در قندهار یافت از خواهران جوان امان الله وسیله سیاسی نساخت. آنان را جهت خرد نمودن شاه امان الله گروگان نگرفت. اقارب دختران را خواسته و هر خواهر جوان امان الله را به دست هرقوم و خویش شان سپرد. رشتیا چنین حرمت گذاشتن به زنان وزنان دشمنان و چنان از خودگذری را بجزدر حبیب الله دیگر در کدام امیر و شاه در تاریخ معاصر کشور می توان سراغ کرد ؟
کنون برمیگردیم به برگ دیگری از تاریخ :
سردار محمد داود پسر عم ظاهر شاه بود. این دو در یک فامیل بزرگ شده و در یک چهاردیواری بزرگ شده بودند. یکی بنام شاه و دیگری بنام نخست وزیربرای سالها روی اسپ روزگار سوارو در کارزار کشور پایگه می گذاشتند. و در هر ماه ودر هر سال با تمام فامیل های خود روی یک میز نان ، صف می آراستند. پیوند این دو سردارو فامیل های شان بدانجا کشیده بود که ازدواج هاصورت گرفته بود. مگر درسال 1352 ، زمانیکه سردار محمد داود ، ظاهر شاه را برکنارو خود را مرد میدان معرفی نمود همان فامیل شاه را در ارگ زندانی و گروگان گرفت. سردار محمد داود آن فامیل را گروگان نگهه داشت بخاطر همان کرسی که حبیب الله روستائی دربرابر امان الله می جنگید، و خواهران امان الله را برای نگهداشت همان کرسی گروگان نگرفته بود. مگرتا استعفانامه شاه از روم نیامد فامیل شاه را داود در ارگ گروگان نگهه داشت که داشت. آن بود پاسداری یک روستائی کوهدامنی از خواهران جوان امان الله در ارگ که امروز بنام « دزد سرگردنه » دشنام نثارش می شودو این گروگان گیری سردارداود ملقب به « رهبر » در برابر خانواده خودش.
2 : زمانیکه افراد قبائلی جنوبی داخل و خارج مرزبه رهبری نادرشاه در برابرحبیب الله خان می جنگیدند ، اعضای فامیل نادر شاه بشمول خانم شاه محمودکه دختر ا میرحبیب الله خان شهیدبود و نامش صفورا ولقبش قمرالبنات بود درارگ نزد آن کوهدامنی زندانی بود ، حبیب الله زمانی فامیل نادر خان را به زندان افگند که شاه محمود خان که توسط اوبه حیث رئیس تنظیمیه جنوبی مقرر شده بود ، برخلاف حبیب الله با نادر دست به فعالیت زد. به آنهم ، آن باغبان کوهدامنی موی اعضای فامیل نادرو شاهمحمود خان را خیانت نکرد. در سخت ترین نبرد های شبانه روزی در گرداگرد ارگ و دربرابر آتش توپخانه نادر، حبیب الله امنیت فامیل نادر را درارگ بدوش گرفت و نگذا شت که به آنها آسیبی رسد. حتی در ایام شکست و عقب نشینی از ارگ، حبیب الله فامیل نادرو صفورا قمرالبنات را برای اهداف سیاسی و حتی نجات جان خودگروگان نگرفت و باخود به کوهدامن نبرد. بدینگونه حبیب الله در تاریخ معاصر افغانستان نشانی بیادگار گذا شت که گروگان گیری زنان خلاف رسوم نیاکان و فرهنگ روستائی اوست. با چنین حرمت گذاشتن به زنان و از خود گذری دربرابر زنان دشمنان ، حبیب الله چنان کرد در زندگی سیاسی که پهلوانان راستین از خود به یادگار گذاشتند در واژه های آهنگین دقیقی و فردوسی.
اکنون بر میگردیم به روز گار دیگر تاریخ :
پس از اعدام امیر حبیب الله کلکانی ، نادر به جان فامیل او افتاد. نادر زمانی به اسارت فامیل آن باغبان پیشه دست یازید که از حریفش ، امیرحبیب الله ، جزنام، نشان وخبری نبود. آن کوهدامنی سر زده شده بود. مگر در همان اسارت گیری ، نادر روش قوم گرائی خود را، آشکار درکردار پیاده نمود. چنانکه : زوجه اول امیر حبیب الله خان کلکانی، بی بی سروری ویا بی بی سنگری که در فرهنگ فارسی دری پرورش یافته بود با دو دخترش در زندان افگنده شد. وارثین حکومت نادر تا توان داشتند این زن و دو دختررا برای بیست سال در زندان نگهه داشتند و سپس برای بیست سال دیگرآنها را دور از کوهدامن ، به بلخ تبعید نمودند. اگر این زن کوهدامنی از شمال کشور نمی بودند، در فرهنگ فارسی دری پرورش نمی یافتندو اندک ارتباط خونی با محمد زائیان می داشتند، آیا نادر اینان رابرای چهل سال و تا پایان عمردر زندان ها ودرتبعید گاه ها شکنجه میکردند؟ هرگز نه ! اینست ثبوت تاریخی این ادعا : نادر زوجه دوم امیر حبیب الله کلکانی را که بی نظیر نام داشت و مادر اندرآقای عزیزالله واصفی بود، نه در زندان افگند و نه مجازات کرد. نادر بینظیر را آزار نرساند چون آن خانم محمدزائی بودو از تار و پود فامیل و قوم نادر شاه بشمار میرفت. نادرشاه نه تنها بی نظیر را به زندان نه افگند بلکه درازدواج آن خانم باپدر آقای عزیزالله وا صفی، مرحوم عبدالرشید خان الکوزی کوشید. اقای الکوزی که از قندهاربود وبا نادرارتباط قومی داشت به زودی درحکومت نادراز جاه و جلال برخوردار شد.
آیا کنون وقت به پختگی اش نرسیده که رگ رگ حکومت نادرو بند بند روش سیاسی آل یحیی بر پایه تعصب قومی نادریان تاریخ خوارنگارش خواهد آمد که با خواندنش مردم خدا راگریه ، خوانندگان را سوگ و ناله آید که چه ناروائی هائی نبودکه در روند هفتاد سال در زیر چتر شاه سابه خدا برهمشهریان و روستائیان دستان بسته روا پنداشته نشد ! ناروا هائیکه حتی در قطی شیطان نمی توان یافت.
آن باشد روش انسانی حبیب الله باغبان در برابرفامیل نادر شاه و خانم شاه محمود واین بود جفاکاری نادرشاه و تعصب قومی آل یحیی دربرابر زن و فرزند حبیب الله خان کلکانی .
3 : وقتی نیرو های امیر حبیب الله داخل کابل شد سرو مال کابلیان دست نخورد و خانه ها غارت نگردیدو ارگ سالم پائید.
بر میگردیم به رخداد دیگری از تاریخ :
زمانیکه افراد نادرشاه، که نیمی آنرا نیروهای قبائلی غیرساکن کشورتشکیل میداد، بکابل رسیدند، وحشت زده و جنون وار، دهشت زده و دیوانه واردرخانه های بسا کابلیان ریختند و هر آنچه در شهر« رودابه کابلی» بود به جنوبی و آنسوی مرزجنوبی به یغما برده شد. گوئی کابل شهر عشق غنیمت جنگی بوده باشد.
حتی افراد قبائلی قالین های ارگ شاهی را که از وقت حبیب الله کوهدامنی در ارگ باقی مانده بود با کارد ها پارچه نموده و میان خویش تقسیم نمودند. از دست چپاول افراد قبائلی در ارگ ، ظرف و فرش نماند و نادر شاه مجبورشد که برای چندین روز درارگ نپاید و درخانه خویشاوندان خود بسر برد.
یا اینکه وحشت و دهشت نیروهای قبائلی در کابل ازکرداردزدان سرگردنه که به بیابان های مرو می تاختند چه تفاوتی داشته و دارد؟ آیا نیرو های قبائلی دزد گونه و چپاولگرانه رفتار ننمودند؟ یا کردارنیرو های قبائلی و روش آل یحیی چون گذشته بالا تر از داد تاریخ بشمار می آ ید؟
آن بود روش ودولت داری یک روستائی چشم سیر هنگامیکه ازسمت شمال به دروازه های کابل قدراست و دم راست رسید که درتاریخ سرداران نامش به صفت « دزد » پالش می یابد. این غارت نادر و افراد قبائلی در کابل که هیچ تاریخ سرداری از آن دزدی وچپاول یاد نبرد.
4 : در تجلیل جشن آزادی کشور، امیر حبیب الله کلکانی به پیشگاه مردمش بی الایشانه گفت : « استقلال نه از من است و نه از امان الله بلکه از شما ولس است.» این گفتار ناب امیر خبیب الله کلکانی در تاریخ نایاب است.
نگاه شود در تاریخ کشور، آیا شاه ویا امیری به جز آن برنای کوهدامن یافت که چنان بی آلایشانه و چنان فروتنانه حق و جان نثاری مردم را به درگاه مردم اعتراف کرده باشد ؟ بجزحبیب الله دیگر مردی را چنان اقرارو گفتار در تاریخ نیابید !
افزون برگفتاربالا،در جشن آزادی کشور، حبیب الله به گسیل پیامی فرمان داد که تا به امروز هیچ قدرتمندی درتاریخ انسان فرمان نداده است. در همان جشن آزادی،او پیام تبریکی به امان الله در روم مخابره نمودو ازینکه آزادی کشورتحت رهبری اش گرفته شده بود به آن شاه تبریک گفت. این گونه کردار را گویند سخاوت و فتوت یعنی کا که گی.
کنون برمیگردیم به رویداد دیگری ازتاریخ :
نادرشاه که روی قدرت آمد درهردرب و دیوارکه نام امان الله یافت به میله تفنگ تراشید و در هر کتابچه و کتب که نام امان الله دیده شد، آن کتابجه و کتاب را به آتش کشیده شد. آن کتب و کتابچه سوزی های نادرو فامیل نادر از پی دگرگون ساختن تاریخ کشور، یاد ازمورخ و نقاد تبریزی، احمد کسروی میکند. دردربارنادر همانگونه کتاب ها به آتش کشیده شد که کسروی ازبرای فرونشاندن نفرتش به عطار و مولوی ، خیام و سعدی ، دیوان های بررگان شعر فارسی دری را به آتش کشیده خاکستر نمود و جشن کتاب سوزان برپا داشت. مگرکردارنادر ووارثین اوپی دست کاری به رویداد های تاریخی با کتاب سوزی پایان نمی یابد. برای نمایش کیش شخصیت نادر شاه و یکه تاز پنداشتن او در تاریخ کشور، در روی منار استقلال درکابل ، چنین نگارش فرمان داده شد:« به یادگار ورود کامیابی یگانه مجاهد وطن پرست ملت خواه جناب محمد نادر خان سپه سالار که عموم ملت افغانستان حقوق آزادی خود را به قوه شمشیر اینمرد دلیراز انگلیس در سال1298 حاصل نمود.» همینگونه سیاه کاری و دست کاری نادرو نادریان رادر تاریخ و فرهنگ کشور، نوشته های فرمایشی« اشتباهات اندک »خواند ، پس به پا خاست، کمر بست و در راه شد تا دریافت که اشتباهات در تاریخ انسان چه بوده باشد.
آن بود راست گوئی یک مکتب نادیده روستائی درباب آزادی کشورو پاسخ به امان الله و این بود سیاه کاری سپه سالارووارثین اواندرتباهی فرهنگ ونیرنگ کاری درتاریخ کشور.
5 : امیرحبیب الله کلکانی که زمام امور را گرفت با گفتار ساده روس را هوشدار دادکه « بخارا را آزاد خواهد کرد». و این اشاره حبیب الله بدین معنی بودکه شانه پهن روستائی زیریوغ انگریز نخواهد رفت.
اکنون بر میگردیم به رخداد دیگرتاریخ:
نادر چون در کابل رسید جهت خوشنودی روسان تمام مجاهدین و مهاجرین بخارا را در شمال کشور قین و فانه کرد. کار نادر بدانجا پایان نگرفت بلکه ریشه مقاومت ضدروسی رادر شمال کشور نیز خشکانید. هر انسان سمت شمال کشور( مانند سید منصورمزاری که درپیشاپیش جوانان بلخ چون قاری عالم خواجه و ایشان شریف وغیره بهر آزا دی بخارا و سمرقند می رزمیدند) به دار نادر زده شد ویا درکنار مهاجرین بخارا چون سیاه بیگ به هیرمند و قندهارتبعید کنان روانه شد. همان ضربه کاری نادریان به مقاومت بخاریان بودکه روسان آرام آرام در آنسوی دریای آمولنگر انداختند و در انتظارنشستند تا روز کام رسدوزمان به « شهزاده سرخ» برادرزاده نادر، سردارمحمدداود برسد تاکه خراسانیان نیزچون بخارائیان دسته دسته بمیرند. روسان بهر خوشنودی روسان چنان کردکه گفته شد. مگر نادرشاه از آغاز تا به انجام دولتداری، در سایه انگریزان پروبال کشید. اندرین باب مثال های بیشماری است و نگاه شود به کار هائیکه پژوهشگران و تاریخ نگاران غیر درباری از جمله داکتر آدمک.
مگر یک مثال برجسته دیگرکه تا اکنون نگارش نیافته جهت بیان رازوساز نادرشاه با انگریزان درین نبشته می آید:
در زمانیکه نادرنیرو های قبائلی آنسوی مرزرادر پشاورجهت نبرد دربرابر حبیب الله کلکانی بسیج میساخت ، نادر شاه برای هفته ها دربازار قصه خوانی پشاور اقامت گزیده بود. درآنزمان پشاور و مناطق قبائلی ( که پسان ها نادربا روان آسوده وبدون کدام دغدغه یی درپشاور ماند، نیرو آماده کرد و ازهمان پشاورنقشه های جنگی و عملیات نبردرا تدارک کرد.
اما زمانیکه نادر به قدرت رسید یکی از روشنفکران میهن، غلام محی الدین خان آ رتی زاده،از کابل به پشاوررفت تا دربرابر نادراز همان پشاوررزمد، مگر انگریز مجالش نداد ودر نزدیک بالاحصارپشاوربشکل نامعلومی کشته شد.
درروند این دهه های پی درپی، آیا جوان در دبیرستان ویا دانشگاه کامیاب به خوانش این سرگذشت دردآور اما فخرآفرین آرتی زاده درتاریخ های سرکاری محمدزائیان شده است؟ هرگزنه! چون بیان سرگذشت آرتی زاده گز به گز نشان میدهد که تا به چه حد در سایه و همکاری انگریزان در بازار قصه خوانی پشاورنادر شاه به جهت گرفتن کابل به کارهایش آب وتاب بخشید.
ان بود روش آشتی ناپذیر یک روستائی و کوهدامنی دربرابر روسان و انگریزان واین بود دو دسته خدمت گذاری یک درباری، در برابر آن دوقدرت یگانه.
6 : حبیب الله کلکانی که در کابل قدرت سیاسی بدست گرفت افراد شکست خورده غند شاهی را که بیشترشان از قندهاربودند وبطرفداری امان الله خان دربرابر حبیب الله رزمیده بودند تمجید کرد. آن افراد اسیررا « دشمنان با غیرت و نمک به حلال» خطابیده و وفاداری شانرا به شاه امان الله آفرین گفت . حبیب الله به هیچ یک ازاعضای آن غنداسیر آزار نرساند. اینگونه گفتار و کردار را گویند از خود گذری یعنی جوانمردی !
بر گردیم به گوشه دیگری از تاریخ :
زمانیکه نادرخان بقدرت رسیدنخست سر شخصیت های برجسته کشورووفادار به امان الله را جداکرد. به گونه مثال : شاه محمد ولی خان دروازی که چهره شناخته شده ای سیاسی در سطح جهانی بود. با همکاری دووزیرسوگند خور فیض محمد زکریا و عبد الا حد خان وردک مایار محاکمه دروغین شده و پس از چندی به دار کشیده شد. ضربه آل یحیی بابدار کشیدن توقف نیافت ! پس از کشتن دروازی ، نادر و نادریان رفتندوهستی دروازی را مال حکومت خاندان خویش اعلام کردند. هان ! فشار اقتصادی را هم کمتر دانستند. به ابتکار دیگری دست زدند: دروازه های مکتب ها را به رخ کودکان دروازی بستند به امید اینکه دیگر سری درین خانواده بدخشی بالا نشود و استعدادی نروید. دوم مردی چون محمد گل مهمندرا که نه به فرهنگ کوهدامن میساخت و نه به رسوم سمت شمال احترام میگذاشت به کوهدامن روان شد تا کوهدامنی ها را ازکمر زین واز پا نعل و ازکله سر زند.
نادر گذاشت که دست قبائلی های درون وبیرون مرز کشور به دامان دختران وزنان کوهدامن رسد وزن و فرزند کوهدامن به نام غنیمت حتی به آنسوی مرزجنوبی رسد. مگرشامگاه درکوهدامن به پایان نرسید. به قول رشتیا « قتل دستجمعی» مردمان کوهدامن بدست نیرو های قبائلی درشمال کشورانجام گرفت و درانبان نفرت، کوهدامنیان چکیده شدند.
باچنین قتل ها و به غنیمت گیریهای دختران و زنان، نادرتخم نفاق وبد بینی رادر میان باشندگان میهن آگاهانه کشت نمود.
این همه بیدادگریها درکوهدامن را نویسندگان نوشته های فرمایشی، تحت حاکمیت مرکزی حکومت نادرشاه،روا می پندارند. شگفتا ! نمی دانستم که روش دریدن انسان وسینه چاک نمودن آدمیان دلباخته های درمیان بعضی از کتب خوانان داشته است.
این نوشته ها، بخاطریکه بستن ها، شکستن ها و کشتن های نادرشاه را درکوهدامن نمای قانونی داده باشد، گام دیگری به پیش میگذاردو ادعای بلند لالای میکنند که درآن ادعاها موازین پژوهش قالب بندی نشده است. ادعای که حتی با بک سند تاریخی پشتوانه داده نشده است: مقاومت کوهدامنیان در برابر ستم دستگاه نادری غیر مستقیم با واژه « اشرار» در نوشته های شان رنگ و پیوند میدهند. بیاد است که « اشرار » خطابی سوغات دولت های یک جانبه و بیگانه ای درزادگاه ما بوده است که بکار بردن این واژه خلق الله را آرزو داشتند بفریبند؟
یک کوهدامنی دو کوهدامنی ویا صد کوهدامنی درشمال کشور زیرچکش قرارنگرفته بود. سخن از تمام کوهدامن است. تمام باشندگان کوهدامن سرمه کوب گردیدند. آیا تمام باشندگان کوهدامن « اشرار» بودند؟ پیش از « اشرار» نگاری آ یا نویسندگان محترم درپای سخنان چند تن از کوهدامنیان موسپید، زندان دیده و زندگی بربادرفته نشسته و گذشته را پرسیده است ؟ ویا چه زیباست که پی دفاع سربسته ازآل یحیی چون گذشته، به رعیت وقعی قائل نشد؟ خاک بر دهنم. در اصل که اینگونه باید زمزمه می شد : « خود کوزه و خود کوزه گرو خود گل کوزه .»
بقیه سرگذشت دردآور آدم افگن کوهدامنیان را به گفته پدران « مشت نمونه از خروار» به قلم بدست روزگار عبد الرشید بینش واگذارم که بیان دارد که چگونه در برابر دیدگانش پدر کوهدامنی اودر زندان ، برادر بزرگش در تیل داغ شکنجه شد! چگونه بینش در پیش مادر و در برابر نگاه های کودکانه اش، گوشواره های خواهر جوانش به امر افراد نادری کشیده شد! چگونه هستی بینش ها به جرم کوهدامنی بودن تاراج شد! ویا چگونه حق مکتب رفتن برای همیشه از بینش خوردسال گرفته شد!
شاید دانستن اینگونه سرگذشت ها یاران را اندوه و قلم شانرا گریه آرد که آن کوهدامنیان که در شکنجه گاه نادر ویا تیغ تفنگ های قبائلیان مرزی برچه کوب گردیده بودند « اشرار» ویا یاغیان نبودند. آن کوهدامنیان انگبین آورانی بودند که فقط می خواستند آزادی انسانی خود را درکنار تاکستان های روستاه های شان از دست ندهند. بخاطر همین آرمان، آنان همدردی قوم صافی را باخود داشتند!
آن کوهدامنیان که ایستادن را به سکوت ، پایداری را به بردگی و مردن را به بندگی شایسته انگاشتند، هر یک در جوانمردی حبیب الله بودند و درکاکه گی امیر حبیب الله.
آن بود روش خود گذری یک جوان کوهدامنی در برابر افراد شکست خورده غند شاهی، و این بود ستمگاری نادرشاه در برابرمامورین امان الله و یورش وچپاول افراد قبائلی در کوهدامن برهبری نادر.
7 : زمانیکه حبیب الله در شهر کابل سنگر گرفت به پیمانی که روی قرآن پاک نموده بود پادشاه سه روزه کشور وبرادر امان الله ، عنایت الله خان، را آزار نرساند. به سوگندی که حبیب الله پاکدین روی کتاب پروردگار نموده بود حرمت گذاشت و عنایت الله خان را گذاشت که با فامیلش آسوده از ارگ خارج و کشور را ترک گوید. با چنین کاری، حبیب الله قرآن را از برای ضربه زدن حریفان سیاسی خود نفروخت و پیمان خود را در روی قرآن آفریدگار نشکست. اینگونه پیمان نگهداری خویشتن داری را دراوج قدرت، چکامه سرایان در گو می نامند بزرگمنشی و پاکدلی !
برمیگردیم به زمان دیگری از تاریخ :
نادرشاه که قدرت سیاسی را در کابل بدست آورد برای به چنگ آوردن رقیب سیاسی اش، حبیب الله، به روی قرآن مهر نمود که اگر آن کوهدامنی تسلیم شود، او را آزار و گزند نخواهد رساند. حبیب الله مهر نادر را در قرآن ضمانت دانسته به کابل آمد. نادر سخن پروردگار را فروخت تا آن کوهدامنی را بدست آرد و خلاف پیمان و مهرش در کتاب آفریدگار، حبیب الله را بدست سران قبائل طرفدار خود سپرد و حبیب الله و یارانش در ارگ تیر باران گردیدند. و خلاف کرامت انسانی، جسد بی روان آن کوهدامنی از ارگ بروی خاک کش کشان به چمن حضوری برده شد و در چمن حضوری جسد تیر خورده و چنواری شده حبیب الله به دار کشیده شد. جسد خونبار وبی روان حبیب الله را برای روزها به دار گذاشتند به هدف اینکه چشمان همزبانان حبیب الله را سوزانده باشند. آن بود حرمت گذاری یک بی سواد کوهدامنی در برابر قرآن که امروز بنام« یچه سقو» پست و زبون شمرده میشود و این بود قرآن فروشی نادرشاه که تا هنوز هم در پاره از نگارش های اردتمندانه « زعیم» نامیده می شود ! با انهمه رویداد ها که دربالا آمد، نادر برازندگی هائی هم داشت که نمیتوان ازآن چشم پوشید. از آنجمله میتوان از پختگی اش در امور لشکری، زیرکی اش و تدبیرش نام برد. مگر روش کینه توزی، قوم پشتون را در برابر بقیه باشندگان میهن وسیله سیاسی ساخت، با انگریز ساخت و مجاهدین بخارا سرزد، پیمان شکستن و قرآن فروختن اوست که نادر را در دوشنبه و پنجشنبه بازار، درتاریخ و نگارش مرد نامطلوب وغیر اعتمادجلوه میدهد. بااینکه حبیب الله سواد نداشت و برای رهبری خراسانیان ساخته نشده بود، گزارشات و رویداد هائی که در بالا آمد او را با نشان دادن جوانمردی و راست گوئی در مواقع خیلی حساس، نگینه واردر میان خیل امیران دو سده کشور می درخشاند.
بیشتر ازین، رویداد های تاریخی بیان شده برخلاف نوشته های بعضی ها گواه میدهد که آن فرزند کوهدامن « دزد» وار و « دزد» گونه حکومت نکرد بل در زمان رهبری از خود قناعت به نفس، شیوه مردی، از زبان ( وزنان دشمنان) پاسداری، بی تعصبی، وفا به پیمان و حرمت به قرآن خدا بیادگار گذاشت.
این شیوه های از خودگذری، قناعت پسندی، ساده زیستی، جوانمردی،چشم سیری و بی آلایشی حبیب الله است که بر کار کرد ها و کارنامه های بسی امیران محمدزائی چربی میکند. و در نتیجه، آن جوان کوهدامنی را حاشیه به متن تاریخ کاکه وار می جهد و آفتاب وار می درخشد.
منابع:
1- لودویک آدمک ، ( رجال تاریخی و سیاسی افغانستان)، چاپ اتریش ، 1975 م. صص 155 - 156.
اکتوبر 1929
درخواست نادرشاه از حبیب الله کلکانی جهت تسلیم نمو د نش به حکومت که شامل بخشش حبیب الله کلکانی میشد البته تسلیم شد ن کلکانی با پا در میانی حضرت کابل و امضا نادر خان بالای قران کریم صورت گرفت ـ اما به وعده وفا نشد",پيلوزي پروګرامونه _ مه يې ډيليټوی ! ( احسان )
348,,"
",
349,,"
",
350,,"
",
351,,"
",
352,,"
",
353,,"
",
354,,"
",
355,,"
",
356,,"
",
357,,"
",
358,,"
",
359,,"
",
360,,"
",
361,,"
",
362,,"
",
363,,"
",
364,,"
د بېنوا ويبپاڼي خبريال سورغر توخي بېنوا ويبپاڼي ته په ټيلفوني خبرو کښي وويل :
نن د ارواښاد علامه رشاد د مړيني په څلورمه ورځ د کندهار دلايت د خرقې شريفي په جامع جومات کښي په زرګونو تنونرو او ښځو د ارواښاد فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد پاکي روح ته د لومړۍ ورځي لپاره د دعا اوفاتحې مراسم ترسره کړه .
دفاتحې مراسم دسهار د اتو بجو څخه بيا د ماځيګر تر څلورو بجو پوري په داسي حال کښي چي دهيواد د بېلابېلو ولايتونو اوولسواليو ، فرهنګي ټولنو، دولتي چارواکو او مامورينو ، دښوونځيو استادانو او شاګردانو ، دهيواد څخه بهر پاکستان او ايران څخه راغليو ليکوالو ، اديبانو، ژورناليستانو او د ارواښاد علامه رشاد صاحب د افکارو مينه والو څخه برسېره د اروښاد علامه رشادصاحب دوو زامنو ( چي نن يو له جاپان اوبل دامريکادمتحده ايالاتو څخه د کندهار ولايت ته رسيدلې وو ) ګډون کړی وو .
ټاکل شوې ده چي دفاتحې مراسم به سبا ته چي د ارواښادعلامه رشاد د مړيني پنځمه ورځ به وي هم د کندهار ولايت دخرقې شريفي په جامع جومات کښي تر سره شي .
دارواښاد علامه رشاد صاحب د پرون ( خاوروته دسپارلو دورځي ) او نن د فاتحې دمراسمو په اړه مو په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي عبدالاحمد محمديار سره مرکه کړېده .
يادونه : ",لوی کندهار د خپل نه هيريدونکي ماتم په څلورمه ورځ
365,,"
په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمدمحمديار بېنوا خپرنيزي څانګي ته وويل چي :
سبا ته به د خوست په ولايت په جامع جومات کښي به د خوست فرهنګي ټولني له خوا د ارواښاد علامه رشاد د فاتحې مراسم په شاندراه ډول سره تر سره شي ، ټاکل شوې ده چي سبا ته به د خوست لايت ټولي فرهنګي خپروني د ارواښاد علامه رشاد لپاره ځانګړې شوي وي . او د خوست ولايت دولتي او ازادي راډيو ګاني به د فاتحې جريان ژوندی خپروي . په دې اړه نورو مالوماتو ته سترګي په لار يو . د رارسيدلو سره سم به يې درته خپاره کړو .
په کابل کښي ميشتي فرهنګي ټولني ، فرهنګپال او فرهنګيان هم دارواښاددفاتحې د مراسمو پر ځای کولو لپاره لاري چاري سنجوي .
",د خوست فرهنګي ټولنه به سبا ته دارواښاد علامه رشاد د فاتحې مراسم پر ځای کوي
366,,"
",
367,,"
",
368,,"
",
369,,"
",
370,,"
",
371,,"
",
372,,"
",
373,,"
((( موچي )))
د نور محمد تره کي د لنډو کيسو يوه ټولگه په مسکو کې چاپ شوې ده . دغه ټولگه چې د هغوى د يوې لنډې کيسې په نامۀ (( موچي )) نومول شوې په مسکو کې ځينو ادب دوستانو خپره کړې ده . د موچي په ټولگه کې د نور محمد تره کي ١٢ لنډې کيسې ځاى شوي دي چې يو سلو څو شپېته مخه لري . ويل کيږي چې د دۀ د واکمنۍ په وروستيو ورځو کې دغه کتاب په کابل کې چاپېدونکى و خو کله چې يې واکمني له لاسه ورکړه نو نوي حکومت يې د کتاب له چاپه هم لاس واخيست . نور محمد تره کي څو ناولونه هم کښلي دي .
",د تره کي د لنډو کيسو ټولگه خپره شوه
374,,"
انالله وانا اليه راجعون
په اروپا کي د افغاني کلتوري او فرهنګي ټولنو د ګډي جرګې په نوښت او پرېکړه په اروپا کي دمېشت رون اندو ، ليکوالو ، شاعرانو ، سياست والو ، مخوروټولنيزوڅېرو او مېشتوټولو هيوادوالو له لوري دافغانستان د ستر ښوونکي ارواښاد علامه اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د مړيني په وير کي د ٢٠٠٤ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر دوولسمه نېټه يکشنبې د ورځي پر دوو بجو د المان د اتحادي جمهوريت د فرانکفورټ ښار په ( Orient Palace ) کي د دعا اويادوني پراخه غونډه جوړيږي .
په اروپا کي مېشت له ټولو هيوادوالو څخه په درنښت هيله کيږي چي دخدای بخښلي علامه پوهاند عبدالشکور رشاد ملکوتي روح ته ددعا او د ستر استاد علمي ، ملي او هيوادنيو هڅو ته د درناوي په نيت په دې غونډه کي برخه واخلي .
بېنوا ويبپاڼي د ښاغلي محمد عاشق غريب سره دغونډي په څرنګوالي په اړه مرکه کړې ده ، دلته يې واورئ .
",ضروري خبرتيا
375,,"
کابل : د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د واليانو ، امنيه قومندانانو ، سيمه ييزو مخورو او ديني مشرانو په گډون يوه دوه ورځنۍ غونډه د پنجشنې په ورځ کابل کې جوړه کړي چې په ټول هيواد کې د نشه يي توکيو خلاف يوه گډه تگلاره رامنځ ته کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ايالاتو او برتانيا د نهه ميليونه ډالرو د مرستې د يوې پروژې په ترڅ کې په افغانستان کې د اپيمو د توليد لپاره د کوکنارو په کر بوختو بزگرانو ته د غنمو تخمونه او سره سپارل شوې ده .
د غنمو تخم په ختيځ ولايت ننگرهار کې بزگرانو ته ورکړل شوې ده ، همدا ولايت په افغانستان کې د گران بيه مخدره توکيو د توليد يوه مهمه سيمه ده .
ځايي پرمختيايي چارواکي يادونه کوي چې د غنمو د کر موسم تېر شوى دى او ډير بزگران لا هم نيت لري چې کوکنار وکري .
د ننگرهار والي حاجي دين محمد وويل مهمه دا ده له هغو بزگرانو سره چې کوکنار يې ويجاړ شوي مرسته وشي .",کرزى د نشه يي توکيو پر ضد يوه تگلاره غواړي
376,,"
",
377,,"
",
378,,"
",
379,,"
",
380,,"
",
381,,"
د بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي ځانګړې مننه",د بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي ځانګړې مننه
382,,"
",
383,,"
",
384,,"
",
385,,"
",
386,,"
دهيواد دنوميالي شخصيت ارواښاد علي احمد خان پوپل د فاتحې مراسم نن د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټۀ تر سره کيږي .
بېنوا ويبپاڼي ته المان ميشتي فرهنګپال افغان ښاغلي محمد عاشق غريب د فاتحې د مراسمو له تالار څخه وويل چي تر فاتحې وروسته به د خدای بخښلي پوپل صاحب په ياد يوه غونډه هم جوړه شي ، او کيدای شي غونډه تر ماخستن پوري وځنډيږي .
هغو ښاغليو دوستانو ته چي غواړي په دې غونډه کي ګډؤن وکړی ، لاندی مخکنۍ خپره شوې خبرتيا د ټيلفون د نمرو سره بيا خپروو .
د ارواښاد علي احمد خان پوپل روح دي ښاده وي .
غلام احمد پوپل د ماليې د وزارت پخوانی معين ورور
انجنير خليل احمد پوپل ، بشير احمد پوپل زامن
محمد عثمان پوپل ، محمد عتيق شريف زومان
محمد نعيم پوپل ، توريالی پوپل د ورور زامن
غلام نبي زلمی بارک د خور زوی
انجنير محمد خالد پوپل لمسی
ضيا الله پوپل د اکا زوی
غلام عمر عسکر زوی د خور زوی
عزيزه پوپل ، پروين پوپل ، او ليلا پوپل لمسياني
د افغانستان د نوميالي سياست وال ښاغلي علي احمد پوپل د مړيني له کبله چي جنازه يې د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د دوی په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه ، د ښځو اونارينه وو فاتحه يې د رواني مياشتي٢٠٠٤ ډسمبر پنځمه نېټه يکشنبې په ورځ د ماپښين له يوې بجې څخه د مازديګر تر څلورو بجو پوري د المان د اسن په ښار کي د افغانانو د اسلامي ټولني په مسجد کي اخستل کيږي .
د مالوماتو لپاره لاندي ټيلفون شمېرو ته زنګ ووهئ :
0049-201- 33 59 21
0201- 20 01 35
0170- 411 74 23
0173- 277 12 40
",نن د المان دايسن په ښار کي د ارواښاد علي احمد خان پوپل دفاتحې مراسم او يوه غونډه تر سره کيږي
387,,"
په کابل کښي ميشتې فرهنګي ټولنې ، فرهنګپالان او فرهنګيان هم دارواښاددفاتحې د مراسمود پر ځای کولو لپاره په تياريو لګيا دي .په دغه اړه د هغوي تر منځ مشورتي غونډي او ناستي ولاړي رواني دي او اټکل دي چې په ډيره ځانګړي بڼه به دغه مراسم سر ته رسول کيږي. اوس مهال د ارواښاد د کورنۍ غړي په کندهار کښي دي. اووروسته به کابل ته ځې چې د دغو ځانکړو مراسمو د سر ته رسولو ځاي او نيټه وټاکي. ",په کابل کښي ميشتې فرهنګي ټولنې د ارواښادفاضل استاد علامه رشاد د فاتحې مراسمو ته تيارې کوي
388,,"
نن په هلمند کښي د بست د کلتوري ټولنې له خوا د ارواښاد علامه رشاد صاحب د فاتحې مراسم تر سره شول چې په هغو کښي د هلمند ولايت او نورو نږدو سيمو په زرګونو روڼ اندو ، ليکوالو، شاعرانو ، سپينږيرو،قومي مشرانو، ځوانانو، ديني عالمانو، حکومتي چارواکواو د ارواښاد نورو مينه والو ګډون کړي و.
د تخنيکي ستونزو له کبله مو ونه شوای کولای د هلمند ولايت څخه ددې خبر نور جزيات او انځورونه خپاره کړو ، د بېنوا ويبپاڼي دکندهار همکار هڅه کوي په دې اړه نور مالومات راغونډ او تاسودرنو لوستونکو ته يې وړاندي کړي .
",په هلمند کښي د بست کلتوري ټولنې له خوا دارواښاد لوي استاد علامه رشاد فاتحه واخيستل شوه
389,,"
",
390,,"
",
391,,"
په سويډن کي دلوی استاد پوهاند عبدلشکور رشاد فاتحه واخيستل شوه
د افغاني کلتوري ټولني له خوا د ډيسمبر دمياشتي پر (٥) نيټه دماپښين پر يوه بجه دخدای بخښلي لوی او فاضل استاد پوهاند اکاډيمسن عبدالشکور رشاد فاتحه دسويډن د مالمو په ښار کي دهغو سلګونو په هيواد مينو او په ځانګړې توګه دلوی استاد مرحوم (رشاد) دعلم، ادب او پوهی مينه والو افغانانو په ګډون سره دافغاني کلتوري ټولني په ټولنځۍ کي تر سره شوه . په فاتحه کي ټولو ګډون کوونکو په وار وار دلوی استاد روح ته دعا وي وکړې . وروسته له هغه د افغاني کلتوري ټولني مرستيال سليم (عزيزي) چي يو دلوی استاد له شاګردانو څخه دی دخدای بخښلي استاد لنډه پېژندنه او د هغه په علمی ، ادبي ، هنري او سياسي ژوند باندي رڼا واچول . (روح يې شاد او دفردوس جنت يې ابدي مېنه)افغاني کلتوري ټولنهمالمو - سويډن
",په سويډن کي دلوی استاد پوهاند عبدلشکور رشاد فاتحه واخيستل شوه
392,عبدالله احسان,"
عبدالله احسان _ ايسن (جرمني )
دارواښاد پروفيسر علي احمدپوپل فاتحه ، او ياد غونډه
http://www.aliahmadpopal.com
نن د يکشنبې ورځ د ٢٠٠٤ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټه چي د ١٣٨٣ ل کال د لېندۍ د مياشتي ١٥مي نېټې سره سمون لري ، د جرمني د ايسن په ښار کښي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل فاتحه د هغه د کورنۍ دغړو او دوستانو له خوا واخستل شوه ، او تر هغه وروسته په نوموړي ښار کي د نوموړي په ياد غونډه جوړه شوې وه .
د فاتحې مراسم د جرمني د ايسن دښار په جامع جومات کښي د ماپښين ديوې بجې څخه تر څلورو بجو پوري په داسي حال کي چي په زيات شمير سره دالمان اوسيدونکو افغانانو ، داروښاد دکورنۍ غړو او دوستانو ، المان مېشت فرهنګپالو اوفرهنګيانو ، يو شمېر د ښوونځيو پخوانيو استادانو ، او د فرهنګي ټولنو او خپرونو مشرانو ، او استازو ګډون کړی وو تر سره شوه .
ورپسې يو شمېر هغه کسان چي په فاتحه کښي يې ګډون کړی وو ، او يو شمير نور چي وروسته له ځيني لېرو پرتو سيمو رارسيدلي وو ، په ګډه د ايسن ښار سهيل خواته د ( له پالاس ) نومي تالار د ماځيګر پنځو بجو ته ورسيدل . او هلته د ور رسيدو سره سم د ډوډۍ خوړلو لپاره تياری نيول شوی و .
ماښام شپږنيمي بجې د قرآن عظيم الشان ختم وشو ، او خاتمه وويل شوه ، همدا راز يو ځل بيا د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح ته دعا وشوه .
د ماښام نږدې اووه بجې وې چي ښاغلي ډاکټر علي احمد ( عمر ) د ارواښاد پوپل صاحب او د هغه ملي او فرهنګي خدمتونو او د نوموړي د ژوند او رسمي دندو په اړه څو لنډي خبري وکړې او وروسته يې غونډه تر پايه پر مخ بوتله .
تر دې وروسته ښاغلي سرور رونا ( دعقاب آريانا مجلې مسوول مدير ) ته بلنه ورکړه شوه . نوموړي د ارواښاد علي احمد خان پوپل په اړه خپله مقاله ولوستل ، چي په هغه کي يې داروښا د پوپل صاحب د ژوند پر ځينو برخو او دده سره يې پر اړيکو ، او د هيواد لپاره د هغه پر همدردۍ خبري شوي وې .
همدا راز د غونډي چلوونکي ښاغلي علي احمد ( عمر ) د امريکې د متحده ايالتونو څخه د (( ايينه افغانستان )) مجلې د مسوول مدير ډاکټر سيد خليل احمد هاشميان راغلی پيغام ولوست .
وروسته بيا هم د امريکې دمتحده ايالتونو څخه راغلی د ښاغلي مير عبدالرحيم عزيز د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل د يوه شاګرد ښاغلي جمعه ګل حبيب له خوا ولوستل شو .
تر دې وروسته ښاغلي محمدعاشق غريب په اروپاکي د افغاني کلتوري اوفرهنګي ټولنو د ګډې جرګې پيغام اوپه جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودې ټولني پيغام ولوست .
دغونډي په وروستيو شېبو کښي د ګوربت فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي محمد آصف وردګ د ارواښاد علي احمد خان پوپل او دهغه په وينا د ارواښاد د ژوند پر څو مهمو برخو وږغېد .
د غونډي په پای کښي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان زوی ښاغلي خليل پوپل له ټولو راغليو ښاغليو اواغليو څخه مننه وکړه ، او غونډه د ماخستن پر اته بجې پای ته ورسيده .
دارواښاد پروفيسر علي احمد خان فاتحه ، او ياد غونډه
په انځورونو کي
د قرآن عظيم الشان تلاوت او خاتمه
د غونډي برخه وال چي د قرآن عظيم الشان تلاوت اوري
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي

ښاغلي ډاکټر علي احمد ( عمر ) غونډي ته لنډه پرانستونکې وينا کوي
ښاغلی سرور رونا د عقاب افغانستان مجلې مسوول مدير او چلوونکی خپله مقاله لولي
د غونډي برخه وال
ښاغلی جمعه ګل حبيب د خپل استاد اروښاد ( پوپل ) صاحب په ياد خبري کوي
ښاغلی غريب په اروپا کي د افغانستان دکلتوري ټولنو د ګډي جرګې پيغام لولي
د ګوربت فرهنګي ټولني مشر ښاغلی محمد آصف وردګ د اروښاد په ياد خبري کوي
د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل زوی ( خليل پوپل ) له برخه والو مننه کوي
",د المان د ايسن په ښار کي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل فاتحه واخستل شوه
393,,"
",
394,,"
",
395,,"
",
396,,"
",
397,,"
",
398,,"
",
399,نصرت الله الهام,"
غزل
زما رېبار مې دلالي خوي لري
اوکه خزان د پسرلي خوي لري
زمونږ حاکم زمونږ دغروسړی دی
خوچې داولې دپردي خوي لري
داچې ماتېږي دومره زر درځېنې
دا ستا منګی مې د زړګی خوي لري
اشنا زه دا يو اتفاق وګڼه
ګلونه کله د اغزې خوي لري
دلته ګودر کې جينکۍ هم وا يي
دغه الهام دلېوني خوی لري
",غزل
400,,"
",
401,,"
",
402,,"
",
403,,"
",
404,,"
کابل : د ليندۍ ١٦ ، ١٣٨٣ . د افغان ولسمر حامد کرزي وياند جاويد لودين په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت له روسيې غوښتي دي چې د هغو څرګندونو سپيناوی بايد وکړي چې د دفاع وزير ، سرګې ايوانوف ، په هند کې د افغانستان په باب کړي دي .
سرګې ايوانوف د هند د سفر په ترڅ کې ويلي چې د افغانستان روان سياسي بهير واک د يوۀ ځانګړي قوم لمن ته غورځوي . هغۀ د قوم نوم وانه خيست خو شننونکي د روسيې دغه ډول خبرې د هغو ويرو له امله بولي چې ګواکې د افغانستان په راتلونکې کابينه کې به کرملين ته نژدې ډلې ټپلې نه وي .
د ولسمشر کرزي د وياند خبرې په داسې وخت کې شوي چې تر ٢٤ ساعتونو لږ موده کې به نوی ټاکل شوی ولسمشر د ګڼو لوړ پوړو نړيوالو مېلمنو په شته والي کې لوړه کوي .
د ولسمشر وياند جاويد لودين وويل ښاغلی ولسمشر به تر خپلې لوړې وروسته لومړنی اعلان د خپلې کابينې کوي .
په کابل کې لا تر اوسه د نوې کابينې په باب ګنګوسي ډير دي . ځينې په خبر ، خبرې سرچينې، ګومان کوي چې د کليو د پراختيا وزارت ، د پلان وزارت او يو نيم بل ښايي په يوۀ نوي تشکيل کې سره ګډ شي او د اقتصاد د وزارت په نامۀ ونومول شي چې د دې نوي وزارت مشري به ډاکټر اشرف غني احمدزی کوي . د اوس لپاره ښاغلی غني احمد زی د ماليې وزير دی چې د سرچينو په ګومان به يې دغه مسووليت ډاکټر انوارالحق احدي ته وسپارل شي . ",کابل : روسيه دې د خپلو خبرو سپيناوی وکړی
405,,"
",
406,,"
",
407,زرين انځور ( دکولن ښار جرمني ),"
شپږم ستوری
د علامه استاد رشاد د ناچاپو اثارو په اړه يو وړانديز
( زرين انځور )
د ارواښاد استاد علامه پوهاند رشاد(( د پښتنو د کلتور او ادب شپږم ستوري )) په قلم کښل شوي ټول اثار زموږ د هېواد د علم او ادب هغه شتمنه پانګه او خزانه ده چې چې هره پاڼه يې د استاد د زړه په وينو کښله شوې او هره کرښه يې د وطن د تاريخ ، کلتور او ادب بېلابېل تياره اړخونه روښانوي .
( علامه رشاد اوانځور )","زرين انځور : "" هره پاڼه يې د استاد د زړه په وينو کښله شوې او هره کرښه يې د وطن د تاريخ ، کلتور او ادب بېلابېل تياره اړخونه روښانوي "" "
408,,"
د بېنوا فرهنګي ټولني خبرتيا
بېنوا فرهنګي ټولنه غواړي د ارواښاد علامه رشاد صاحب په اړه په وروستۍ اوونۍ کښي ټول خپاره شوي پيغامونه ، تسل ليکونه ، شعرونه ، مقالې او ځيني نوري هغه ليکني او مالومات چي د ارواښاد استاد د مړيني سره تړاو لري ، د يکشنبې تر ورځي پوري ( په کابل کښي د ارواښاد علامه رشاد د فاتحې د مراسمو لپاره ) د يوه کتاب په بڼه چاپ کړي .
په هيواد کي دننه ، او ټوله نړۍ کښي درنو هيوادوالو ته خبر ورکوي چي که يې تر اوسه پوري پيغامونه نه وي خپاره شوي ، د بېنوا ويبپاڼي دخپرنيزي څانګي په پته راوليږي .
همدا ډول بېنوا فرهنګي ټولنه په نږدې راتلونکي کښي دارواښاد استاد دعکسونويوه لويه ټولګه چاپوي .
ټولو درنو هيوادوالو ته کوم چي د ارواښاد علامه رشاد صاحب انځورونه ( عکسونه ) ورسره وي ، د هيواد څخه بهر دبېنوا فرهنګي ټولني د اروپا ، انګلستان ، او ياهم امريکاڅانګو ته د پوست او يا برېښناليک له لاري وليږي . او همدا ډول کولای شي د سهيلي پښتونخوا دکوئټي په ښار کښي يې د لمبې مجلې له ادارې ( پښتوادبي غورځنګ ) ادارې ته وسپاري .
بېنوا فرهنګي ټولنه د ارواښاد علامه رشاد صاحب د ژوند يو ويډيوي فلم هم جوړي . ددې لپاره هم ټولو درنو هيوادوالو ته خبر ورکوي ، چي که چيري يا خپله او يا يې هم دوستان او ملګري د ارواښاد علامه رشاد صاحب ويډيووي انځوريزي ټوټې ( ويډيو عکاسي ) لري . د بېنوا فرهنګي ټولني او يا هم دهيواد څخه بهر دي د ټولني داستازو سره اړيکي ټينګي کړي .
سهيلي پښتونخوا کوئټه : د پښتوادبي غورځنګ دټيلفون شمېرې ( 0300-9388150 ) ( 0333-7809736 )
کابل : د هوسۍ مجلې اداره : ټيلفون شمېره ( 070200067 )
د بېنوا فرهنګي ټولني او بهرمېشتو څانګو ادرسونه او ټيلفون شمېرې دښکلا په ويبپاڼه کښي وګورئ .
( www.benawa.com/skala )
په درناوي
بېنوا فرهنګي ټولنه
کندهار ( افغانستان ) ",د بېنوا فرهنګي ټولني خبرتيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا
409,,"
",
410,,"
",
411,,"
کابل ، د ليندۍ ١٧ ١٣٨٣ : د افغانستان لومړني ټاکل شوي ولسمشر حامد کرزي نن د کابل د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د خپلې څوکۍ لپاره لوړه وکړه .
د لوړې په دې دستورو کې د نړۍ له ٥٠ بيلابيلو هيوادونو څخه لوړ پوړي چارواکې هم برخه وال و .
په هغو کې د متحدو ايالاتو د ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستيال ديک چيني ، د امريکا د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ او د ګڼو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران هم شامل و .
د افغانستان د بيلا بيلو ولايتونو واليان ، د مجاهدينو د ډلو ټپلو مشران ، ديني علما او د سترې محکمې غړيو هم په دغو دستورو کې برخه اخيستې وه .
د همدې دستورو په وياړ او ښايي هم د امنيت د ټينګولو په هوډ په افغانستان کې نن د رخصتۍ ورځ اعلان شوې وه .
ولسمشر کرزي په دې موقع وويل چې افغانستان لا تر اوسه له نړيوالې ترهه ګرۍ سره لاس و ګرېوان دی .
ښاغلي کرزي خپلې پخوانۍ خبرې بيا تکرار کړې چې د يوۀ پياوړي افغانستان د جوړولو لپاره به کار کوي .
د ښاغلي کرزي نننۍ ژمنې :
* پياوړی پر خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړوي .
* د کوکنارو کښت او د مخدره توکيو قاچاق ختموي .
* بې وزلي يا غربت ختموي .
* وسلې ټولوي .
* د اداري فساد مخنيوی .
* د ادارې جوړول .
* د قانون او بشري حقونو درناوی .
* د افغانستان د بيا جوړولو هلې ځلې .
او
* د نړۍ له هيوادونو سره د ښو او ټينګو اړيکو ساتنه .
ټاکل شوي ولسمشر حامد کرزي هوډ وښوود چې د افغانانو اوښکې به په موسکا بدلوي . ښاغلي کرزي افغانانو ته د دۀ په وينا د دې تاريخي ورځې مبارکي ورکړه .
خو د ځينو له هيلو سره سم ښاغلي کرزي د خپلې کابينې غړي معرفي نه کړل . په کابل کې داسې اټکل دی چې ښايي لا تر اوسه پر ځينو څوکيو غور و فکر روان وي . څو ورځې وړاندې د بشري حقونو يوې نړيوالې ادارې په افغانستان غږ کړی و چې جنګسالارانو ته په حکومت کې بيا ځای ورنه کړي . ",ولسمشر کرزي لوړه او ژمنې وکړې
412,,"
کابل : د ليندۍ ١٧ ، ١٣٨٣
د ولسمشر حامد کرزي د لوړې تر دستورو وړاندې د متحدو ايالاتو مرستيال ولسمشر ډيک چينې په يوۀ خبرې کانفرانس کې د خپل ملت او حکومت هوډ ياد کړ چې له افغانانو سره به خپلې مرستې ونه سپموي.
له ولسمشر کرزي سره په دغۀ ګډ خبري کانفرانس کې ښاغلي چينې وويل ، افغانانو په تېرو درو کلونو کې د ولسمشر کرزي په مشرتابۀ کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي . دۀ زياته کړه ولسمشر بوش هيله من دی چې افغانان په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل دغۀ پرمختګ ته دوام ورکړي .
ښاغلي چينې وويل له نړيوالې ترهه ګرۍ سره مبارزه همدلته پيل شوې وه . دوی به ترهګر بيا پرينږدي چې له دغې خاورې ناوړه ګټه واخلي .
ولسمشر کرزي له خپله اړخه د متحدو ايالاتو مرستې وستايلې او ويې ويل په تېرو درو کلونو کې واشنګټن ورسره هر ډول مرستې کړي چې افغانان يې منندوی دي .
ولسمشر کرزي د يوې پوښتنې په ځواب کې د خپلې کابينې په باب وويل چې په څو شپو کې به يې اعلان کړي . دۀ نور جزييات ورنه کړل .
په کابل کې د سياسي چارو شننونکي په دې باور دي چې متحد ايالات پر ښاغلي کرزي فشار اچوي چې د تېرو درو کلونو واکمنې ډلې ټپلې له پامه ونه غورځوي.
د دغو کتونکو په ګومان واشنګټن لا تر اوسه د افغانستان په سويلي ولايتونو کې د طالبانو او القاعدې له امله اندېښنه لري او نه غواړي چې په نور هيواد کې ناراضه ډلې ټپلي ومومي . ",امريکا : له افغانانو به خپلې مرستې ونه سپموو
413,,"
",
414,,"
",
415,,"
",
416,,"
کابل : ١٣٨٣ ، د ليندۍ ١٨
د افغانستان يوه له لومړنيو ښځينه سندرغاړو ، ميرمن پروين ، په کابل کې د څو اتيا کلونو په عمر مړه شوه .
ميرمين پروين په ١٣٢٠ مو کلونو کې د سندرو په ويلو پيل وکړ . دې په لسگونو سندرې د افغانستان راډيو ته ثبت کړې .
ميرمن پروين په فلم کې هم د يوې لوبغاړې په توگه کار وکړ .
دوه کاله وړاندې يې په دري فلم (( نيلوفر در باران )) کې يو وړوکى رول ولوباوۀ . ",سندرغاړې پروين مړه شوه
417,,"
",
418,,"
",
419,,"
",
420,,"
زبيد نوري :
خبرونه وايي چي پوليسو د هغو کسانو لټون کاوه کوم چي په يونان کي په بې قانونه توګه اوسيدل .
يوناني پوليسو يو تن له نيول شويو کسانو څخه يو چي عمر يې د ١٧ کالو شاوخوا اټکل کېده دې ته اړ ويستلی و چي ځان لڅ کړي او بيا د کراته کوونکو غوندي پر مځکه خلاص کښېني . خبرونه وايي چي پوليسو په دې وخت کي نوموړي ته د مرګ ګواښ کړی دی ، او عکسونه يې ترې اخستي دي .
د بخښنې د نړيوال سازمان د خبر سره سم ، نژدې شپېته 60 سره افغاني پناه غوښتونکي ځورل شوي دي . چي په لسګونو ماشومان هم ورکې شامل و . ",يوناني پوليسو په لسګونو افغانان وهلي ټکولي دي .
421,اغلې فرح هيواد _ چک جمهوريت,"
ارواښاد علامه رشاد ته !
ولي ولاړې
چې خبره ستا دتلوسوم
حلق مې وچ سترګې لندې سوې
اوښکې ولاړې فوارې سوې
له څښتنه مې ګيلې
اوبيا شکوې سوې
زموږ ټولو لويه پلاره
اوس لاژر دئ ولې ولاړې
دپښتو بڼ مو لا ژړ دئ ولې ولاړې
***
نه ليدلى نه کتلئ
خو ستا مينه زما په زړه کې
نه يوازي زه
ته دټول ولس په زړه کې
دادب لويه مشاله ولې ولاړې
اې دنن ورځې خوشاله ولې ولاړې
***
ما لا شپې ورځې شمېرلې
چې به راسم ستا ليدو ته
ستا خبرو دشکرو اورېدو ته
سر به خم داحترام کړم
لاس دي ښکل او زر سلام کړم
زموږ ټولو لويه پلاره
اوس لا ژردئ ولې ولاړې
دپښتو بڼ مو لاژړ دئ ولې ولاړې
***
ماويل غوږ به سم
دزړه وينو دشعرونو اوريدو ته
دتاريخ غمجنو پېښو افسانو ته
دا ارمان مې پوره نه سو
دشملو اوچت دستاره ولې ولاړې
ددې مېنې خدمتګاره
اوس لاژر دئ ولې ولاړې
زموږ دګلو بڼ لا ژړ دئ ولې ولاړې
***
قلمونه لا کنګل دي
دپښتو پاڼې لا سپيني
بوټي پاڼي مو کمزوري
پراسمان وريځې پلنې
دپښتو ځلانده لمره ولې ولاړې
زموږ د پانګې سره اوزره ولې ولاړې
***
دادب بڼ مو لاژړ دئ
دخزان باد لا پر بر دئ
قلم خوار هم لرو ابر دئ
دپښتو لوى پرستاره ولې ولاړې
ددې شاړ بڼ لوى مالياره ولې ولاړې
اې دنن ورځې خوشاله ولې ولاړې
دپښتو د سر سر تاجه ولې ولاړې
دادب بله مشاله ولې ولاړې* * * * ", ارواښاد علامه رشاد ته !
422,,"
بېنوا وېبپاڼه : د ١٣٨٣ د ليندۍ ١٨
د بي بي سي پښتو څانګه بالاخر د دغې ادارې د ځينو نورو څانګو په څير د يوې نژدې بشپړې وېبپاڼې څښتنه شوه .
له تېرو څو کلونو څخه د بي بي سي پښتو وېبپاڼه د دغې نړيوالې ادارې هغه يوازينۍ پاڼه وه چې بشپړ خبرونه يې نه لرل .
له نويو بدلونونو سره اوس د بي بي سي هنري ادبي پروګرام پېلوزی هم يو وار بيا وېبپاڼې کې ځای موندلی . د يادونې وړ ده چې په تېرو څو اوونيو کې بي بي سي دا کار نه و کړی او د بېنوا وېبپاڼې د دغۀ پروګرام مينه والو ته په خپله پاڼه ځای ورکړی و . ",د بي بي سي پښتو وېبپاڼه بدله شوه
423,ل حسين _ کليفورنيا ، امريکا,"
ل . حسين خېل
زه خپلواكي نه غواړم !
زما اتله وروره
زما دسپينو اوبو غله وروره
تا چې منګى رامات كړ
زه بختور شوم
له پرديو لاسو شات څښمه
ستا به ياديږي كه نه !
ته چې ټوپك پرغاړه
په كور راننوتې
ستړى ستومانه ، موږ در پاڅېدو چې غېږه دركړو
خو تا د خپلې خور ګريوان ته لاس ورواچولو
او دنيكه ها مبارك كتاب دې پښولاندې كړ
تا ته كفارو وو څه بنګ در كړي
چې دخپل كور زړو كړكيو ته دې اور ورته كړ
او زما سينې ته دې دخپل ټوپك شپيلۍ سيخه كړه
ستا كوچني وراره درمنډه كړه چې خداى ته ګوره !
خو ستا چې سترګې وې له وينو ډكې
په ډېر غضب وويل:
تاسې به ټول ووژنم
يو مو كافر دى بل مو اوس هم لا غږيږي _ ددوزخ په ژبه _
زما اتله وروره !
تا خپله مور وويشته
او دهغې زرين امېل دې غلا كړ
او چې خوشاله شوې نو
دخپل نيكه زړه څپره دې په بم وويشته
لكه چې ډېر تږى وې؟؟
چې دې لا څښلې ، څښلې ،څښلې
داكا دپيغلو لوڼو وېنې
تا ويل چې ما له دغه كلي نه كافر شړلي
خو په ځان نه وې خبر
چې دكا فرو بنګو څه دروكړل
خويندې دې ستا له لا سه ولاړې دګاونډ بقال په پښو پريوتې
او دهغه تورولينګيو ته يې پورته كړل دسوال لاسونه
تا خپل وراره وويشته
او بيا دې كټ كټ په خندا وويل :
څنګه پخه نښه مې وويشته منئ مې كه نه؟
تا دې دخپلې وريرې څيرې ټيكرى نه پېژنده
ويل دې دا دخپلواكي جنډه ده.
تا يو كافر وشاړه
خو شل دې نور په كور راننه ايستل
او اوس همدوى لكه دامن پريښتې پرموږ پيره ولاړدي
موږ ستا له شره ساتي
زما اتله وروره
نن مې ستا يو را پا تې شوي بې لاسو وراره ته
په زړه دړه نوى مشق وليكه:
_ زه خپلواكي نه غواړم .
دليندۍ ۱۸ _۱۳۸۳ ",ل . حسين له کليفورنيا څخه : ( زه خپلواکي نه غواړم )
424,,"
",
425,,"
",
426,,"
",
427,,"
",
428,,"
",
429,,"
(کابل ): ولسمشر حامد کرزي د يو ځانګړي فرمان له مخې د دولت د دريګونو ځواکونو له ټولو جګپوړو چارواکو څخه غوښتي دي چې خپلو ټولو منقولې او غير منقولې شتمنۍ دې څرگندې او له دولت سره ثبت کړي.
دغه فرمان چې ١١ مادې لري ، له ټولو دولتي چارواکو څخه غواړي چې په خپلو چارو کې دې ملي ګټې په پام کې وساتي او له هر راز ژبني، قومي او سياسي توپېرونو څخه دې ډډه وکړي.
حامد کرزي په خپل فرمان کې دولتي چارواکو ته ويلي چې د خپل لاس لاندې کارکونکود چارو مسوليت هم دوى په غاړه لري اوپه دندوکې د ګمارلو په وخت بايد يواځې کاري وړتيا په پام کې ونيول شي. ",د دولتي شتمنيو د ثبتولو په هکله دښاغلي حامد کرزي فرمان
430,,"
کابل : د ليندۍ ١٩ ، ١٣٨٣
افغانستان د پلان وزير محمد رمضان بشر دوست اعلان کړى دى چې په دغۀ هيواد کې يې له نژدې ٢٠٠٠ اين جيو گانو يا له غير دولتي مرستندويو ټولنو غوښتي دي چې کار پريږدي .
رمضان بشر دوست وويل دوى دغه پريکړه تر ځينو پلټنو وروسته وکړه .
افغان وزير هوډ وښوود چې د پاتې مرستندويو ټولنو په اړه به هم پلټنه کوي او گوري به چې څوک سم کار کوي .
د افغانستان د پلان وزير وويل ډيرې مرستندويې ټولنې د خپلو دندو مسووليت نه پر ځاى کوي او نه يې هم د دۀ په وينا احساسوي .
په افغانستان کې نژدې ٣٠٠٠ غير دولتي مرستندويې ټولنې يا اين جيو گانې په کار بوختې دي چې کورنۍ او بهرنۍ دي . ",د پلان وزير اين جيو گانې له کاره منع کړې
431,,"
١٦_ د ارواښاد اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مړيني په اړه د ازادۍ راډيو هم د يو شمير نورو په شان يو ساعته ( تر شنه اسمان لاندي ) ادبي او کلتوري خپرونه د ارواښاد رشاد صاحب لپاره ځانګړې کړې وه . په دې خپرونه کي چي د ارواښاد رشاد صاحب خاورو ته د سپارلو پر وخت ژوندۍ خپريدل . په دې خپرونه کښي ميلمانه دغه ښاغلي دي : حبيب الله رفيع ( کابل ) عبدالله بختاني ( ننګرهار ) او معصوم هوتک د کاناډا څخه .
( د ازادۍ راډيو څخه په مننه )
لومړی نيم ساعت دوهم نيم ساعت تر پايه
که په اوريدلو کي ستونزې لرئ دغه ځای کښېکاږئ
دغه ځای کښېکاږئ او د ارواښاد علامه رشاد صاحب په اړه نوري خپروني واورئ .
که تاسو درانه لوستونکي د ارواښاد علامه رشاد په اړه خاطرې لرئ اوغواړئ د بېنوا ويبپاڼي اويا بېنوا فرهنګي ټولني له خوا خپرې کړئ ، د بېنوا ويبپاڼي له خپرنيزي څانګي سره اړيکي ټينګ کړئ .
بېنوا فرهنګي ټولنه د ارواښاد علامه رشاد صاحب د عکسونو البم د کتاب په بڼه چاپ ته تياروي ، که تاسو هم غواړئ خپل هغه عکسونه کوم چي تاسو يې لرئ خپاره شي ، موږ ته يې راوليږئ .
په درنښت : بېنوا فرهنګي ټولنه کندهار
",ارواښاد علامه رشاد. .
432,,"
",
433,,"
",
434,,"
کابل : د ليندۍ ٢٠ ، ١٣٨٣
پاکستاني مقامات وايي دوى اکبر اغا نيولى دى . ويل کيږي چې دى د طالبانو د غورځنگ يو مهم کس و چې په دې وروستيو درو کلونو کې يې د هغوى په استازيتوب ويناوې او مرکې کولې .
مقامات زياتوي چې اکبر اغا په دې وروستيو کې د جېش مسلمين د ډلې استازيتوب هم کاوۀ چې له طالبانو يوه جلا شوې ډلگۍ بلل شوې ده .
په همدې ډلې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د تښتول شويو کارکونکو د تښتونې پړه هم وه چې وروسته بيا افغان حکومت ورته د شک په سترگه کتل .
په دې وروستيو کې افغان حکومت يو وار بيا پر پاکستان غږ کړى و چې په خپله خاوره د فعالو طالبانو مخنيوى وکړي . ",د طالبانو يو مهم غړى ونيول شو
435,,"
(بلخ): د نشه يې توکو په وړاندې د مبارزې د ستري ملي جرګې په وروستۍ ورځ د بلخ والي عطا محمد نور ويلې دي چې نړيوال مافيا او قاچاق وړونکي د سترو هيوادونو په لوړو چوکيو کښي شتون لري. او امرېکا او اورپا ته د نشه يې توکو په ليږدولو کښي مرسته کوي.
نوموړي داڅرګندوني د برتانيې د سفيرې د هغو خبرو په ځواب کښي چې پرون يې ويلي وو، چې د برتانيې په کوڅو او بازارونو کښي پنځه نوي په سل کښي نشه يې توکي او هيروين د افغانستان څخه ورځي.
د غونډې په وروستۍ ورځ برخه والو يو ګډ پرېکړه ليک خپور کړچې په هغه کښي يې د نشه يې توکو د مخنيوي لپاره د حکومت ټولي پرېکړي منلي.
",د نشه يې توکو په وړاندې د مبارزي د ستري ملي جرګي پرېکړه ليک
436,,"
",
437,,"
",
438,,"
د زاهدان راډيو پښتو خپرونې خبرتيا
د بېنوا ويبپاڼي همکار ( تهران )
د ايران د اسلامى جمهوريت د زاهدان راډيو پښتو خپرونه د اسلامى انقلاب د كاميابۍ د راتلونكې كليزې په درشل كښې په زاهدان ښار كښې د يو هنرى نندارتون اهتمام كوى . په دې اړه د هنر له ټولو خاوندانو نه غواړو چې په دې نندارتون كښې د ګډون لپاره خپل هنرى اثرونه كه هغه تحريرى وى، تصويري يا د يو هنري څيز په شكل كښې وي د سلواغې د مياشتې تر لومړۍ نېټې ( دجنورۍ تر 20 نيټې پورې د خپلوځانګړنيو سره مونږ ته راولېږي .
له پښتنو شاعرانو هيله
د ايران د اسلامى جمهوريت د زاهدان رېډيو پښتو خپرونه په دې نزديو كښې د پښتو شاعرانو په كلامونو مشتمل يوه شعرى مجموعه خپروي په وركړې شويو موضوع ګانو باندې خپل كلامونه راوليږي چې د چاپېدونكي كتاب د ښكلا سبب وګرځي .
يادونه :
مينه وال کولاى شى له موضوع گانونه د خبريدلو لپاره په لاندي پتو اړيکي ټنګي کړي .
اړيکي ټينګولو لپاره:
زاهدان راډيو پښتو خپرونه مېدان ازادى د ايران اسلامى جمهوريت
زاهدان راډيو پښتو خپرونه پوسټ بكس 224 ايف 8 - اسلام اباد (پاكستان (
زاهدان راډيو پښتو خپرونه پوسټ بكس 41 كابل (افغانستان (
فكس او ټيلفون :00985413222070
برېښناليك: pushto-stb@irib.ir
",د زاهدان راډىو پښتو. .
439,,"
",
440,,"
",
441,,"
په افغانستان کښي د امرېکا تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونو ويلي دي چې په دې هيواد کښي يې پر غليمو ډلو د فشار زياتولو لپاره پراخ جګړه ايزه عمليات پيل کړي دي.
د دغوځواکونو وياند جګړن مارک مکېن نن په يو خبري کانفرانس کښي وويل چې د دغو عملياتو موخه هغو طالبانو چې غواړي عادي ژوند ته راوګرځي ، د راتک د ښو شرايطوبرابر ول او په راتلونکي پسرلي کښي دپارلمانې ټاکنو د امنيت تامينول دي.
نوموړي وويل چې د دغه عملاتو په ترڅ کښي د طالبانو په واکمنۍ کښي د کندهار د پخواني والي ملا محمد حسن رحماني ورور محمد عيسي هم نيول شوي دي. خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي. ",ايتلافي ځواکونو په افغانستان کښي د چټکې آزادۍ عمليات پيل کړي
442,,"
(کابل): د افغانستان د بشرد حقوقو خپلواکه کمېسيون دافغان دولت څخه غوښتي دي چې په هيواد کښي د بشر د حقوقود ساتنې لپاره کلکه پاملرنه وکړي.
دا غوښتنه د کميسيون مشري سيما سمر نن په کابل کښي د بشر د حقوقو دنړيوالې اعلاميې د پنځه پنځوسمې کلېزې په مناسبت جوړي شوي غونډې ته په ويناکښي کړي ده.
غونډي ته وويل شول چې راتلونکې درې کاله دې په افغانستان کښي د بشر د حقوقو د ښوونې کالونه اعلان شي. ",دافغان دولت څخه د بشر د حقوقو د ساتنې په هکله غوښتنه
443,,"
",
444,,"
",
445, هيواد شيرزاد: مالمو- سويډن,"
هيواد شيرزاد: مالمو- سويډن
د روان ۲۰۰۴ کال د ډسمبر د مياشتې په يولسمه نېټه د شنبې د ورځې په ماښام د ملالۍ مجلې د امتياز خاوندې او مسئولې مديرې جميلې (مجاهد) د مالمو په ښار کې اوسېدونکو افغانانو سره د يوې غونډې په ترڅ کې ليدنه کتنه وکړه.
غونډه د افغانستان د ادب او تاريخپوه لوی استاد علامه عبدالشکور (رشاد) پاکې روح ته په دعا کولو سره په داسې حال کې چې د غونډې ټول برخه وال د لوی استاد په درناوي د څو لحظو لپاره چپه خوله په پښو ودرېدل، پيل شوه. وروسته د غونډې د برخه والو او په مالمو کې د اوسېدونکو افغانانو په استازيتوب اغلې جميلې (مجاهد) ته د حبيب الله (غمخور) لخوا هر کلی وويل شو او همدا شان يې د وی ته د جميلې (مجاهد) د پېژندګلوۍ اود نوموړې د ژورناليستيکو، اجمتاعي، سياسي او ښځو د حقوقو څخه د دفاع په لار کې د هغې د هڅو په هکله لنډ معلومات ورکړ.
وروسته له هغه زموږ د هېواد تکړه ژونالست او دخپلواکۍ د خپرونې د امتياز خاوند يوسف (هېواددوست) چې له ډنمارک څخه يې په دغې غونډې کې د برخې اخيستو لپاره تشريف راوړی و، د اغلی جميلې (مجاهد) سره د وخت په راډيو او ټلويزيون کې د ګډ هنري او فرهنګي کار په هکله خبرې وکړې او د هغه وخت دکار خاطرې يې د غونډې برخه والو ته واورولې.
د يوسف ( هېواددوست) تر خبرو وروسته له جميلې (مجاهد) څخه غوښتنه وشوه چې د غونډې برخه والو ته په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ، سياسي تحولاتو او د ښځو د حقوقو په هکله وينا وکړي . اغلې جميلې (مجاهد) د خپل ژوند د هغو لومړيو ورځو څخه چې په کمکيتوب کې يې له راډيو افغانستان سره هنري همکاري شروع کړې او بيا راوروسته د راډيو ټلويزيون نطاقه او بالاخره د هېواد سياسي ــ نظامي حالاتو او ناخوالو پرضد د تلاښونو، د ښځو د روا حقوقو او ديموکراسۍ د دفاع په لاره کې د هڅو خوږې او ترخې خاطرې د غونډې برخه والو سره شريکې کړې.
اغلې جميلې (مجاهد) پخپلو خبرو کې وويل:
( ما د هغې علاقې له مخې چې په ماشومتوب کې مې د هنر اوا دبياتو سره لرل ډېره وړه وم چې راډيو ته مې لاره پيدا کړه، دهغه وخت د راډيو د هنر او ادبياتو د څانګې د کارمندانو او مسئولينو په همکارۍ وتوانېدلای شوم چې د هنر او تمثيل په برخه کې د راډيو افغانستان په پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلم او په راوروسته کې مې د خپلو دوستانو او همکارانو په هڅونه په راډيو او بيا په ټلويزيون کې د نطاقې په توګه دنده پر مخ بيوله. په ۱۹۹۲ م کال کې هغو زړه بګنوونکو شرايطو او کورنۍ جګړې چې د قدرت د ترلاسه کولو او وسله والې زور ازماينې پراساس زموږ اولس له هغه سره لاس او ګرېوان وو پرېکړه مې وکړه چې ددغو ناخوالو پرضد پخپل ټول توان او طاقت د انسان او انسانيت څخه د دفاع په لاره کې نه ستړي کېدونکي مبارزه وکړم . هغه څه چې ما په ۱۹۹۲ م کال په کابل کې ليدلي همدا اوس چې يې هم راپه يادوم له روحي تشويش او ډار سره مخامخ کيږم. افغان اولس دا ټولې ناخوالې او بدمرغۍ ليدلي او هغه يې پخپل وجود احساس کړي، ولې تسليم شوي نه دي. زموږ د هېواد نر او ښځو په هېواد کې د چور او چپاول د نظام بيا د طالبانو د رژيم پر ضد شپه او ورځ زيار اسيتلی، پدغه تلاښ او قربانيو کې افغاني ښځې هم د خپلو ورونو پشان ستر افتخارات لري. زموږ د خويندو او ميندو دد غو افتخاراتو او قربانيو نتيجه وه چې زه يې وهڅولم ترڅو د خپل ژوند په قميت په هېواد کې د ښځې د حقوقو څخه غوڅه دفاع وکړم . ما تصميم ونيو چې يوه مجله نشر کړم، پسله ډېر وخت فکر کولو دې نتيجې ته ورسېدم چې زما د مجلې نوم بايد ملالۍ وي، کله چې مجله چاپ شوه او د هغې لومړۍ ګڼه مې لوی استاد علامه عبدالشکور (رشاد) کور ته يوړه او هغه استاد ته مې ډالۍ کړه د مجلې په ليدلو سره يې په مسکا وويل (د يوويشتم قرن ملالۍ) او زه يې وهڅولم چې نور هم زيات د خپل هېواد او هېوادوالو لپاره په فرهنګي چوپړ کې اووسم. د لوی استاد روح دې ښاد وي.
اوس چې په افغانستان کې د اساسي قانون په رڼا کې دا امکانات برابر شوي چې ښځې خپل حق نه يوازې دا چې ترلاسه کړي بلکې د هغه په دفاع کې ودريږي ، زه هم د خپلو نورو افغاني خويندو سره اوږه په اوږه د ښځو د حقه حقوقو د ساتلو په لاره کې کار کوم .)
اغلې جميلې (مجاهد) د دوو لويو جرګو او ولسمشر د ټولټاکنو د جريان او کار په هکله مکمل معلومات وړاندې کړ. هغې وويل:
( افغان اولس د خپل هېواد په تاريخ کې پس له لوی احمد شاه او ميرويس نيکه څخه د لومړي ځل لپاره خپل ولسمشر د رايې په ورکولو سره وټاکه، خلکو پخپله دغه ونډه اخيستنې سره چې ښاغلی (کرزی) يې د خپل ولسمشر په توګه وټاکه له هغه څخه هم ملي، وطني او اسلامي غوښتنې لري. زما په عقيده که د هېواد ټول هغه ځواکونه چې په افغانستان کې د اجتماعي عدالت، سولې او ډيموکراسۍ د پلي کولو پلويان دي د ښاغلي (کرزي) څخه ملاتړ وکړي او د هغه سره د ملي پلانونو په پلي کولو مرسته وکړي، ښاغلی (کرزی) به وکولای شي خلکو ته ورکړ شوې وعدې ګړندۍ ترسره کړي . که چېرې ښاغلی (کرزی) ونشي توانيدلای چې خلکو ته د ورکړل شوو وعدو او غوښتنو د پلي کولو په لار کې موثر کارونه سرته ورسوي نه يوازې دا چې هېواد به له نوو ستونزو سره مخامخ شي، طبعي خبره ده چې هغه ته به بل ځل افغان ولس رايه ورنکړي، پدې اساس زه ټينګ باور لرم چې ښاغلي (کرزی) ددې هوډمن دی ترڅو هېواد له اوسنيو بدبختيو څخه وژغوري.)
د اغلې جميلې (مجاهد) خبرې د غونډې د برخه والو لخوا په چکچکو سره بدرګه کېدلې. وروسته د غونډې برخه والو له اغلې خور څخه په هېواد کې د اوسنيو حالاتو ، د مطبوعاتو د آزادۍ، د ښځو د حقوقو، د مطبوعاتو د رول او نورو مسائلو په هکله سوالونه وکړل چې د جميلې (مجاهد) لخوا ورته په زړه پورې ځوابونه وويل شول. د غونډې برخه والو په يوه آواز د جميلې (مجاهد) څخه غوښتنه وکړه چې د ملالۍ د مجلې د پاڼو او په کابل کې د کاري او شخصي ملاقاتونو له لارې د افغانانو دا لاندې وړانديزونه د چارواکو غوږو ته ورسوي:
۱- ښاغلی (کرزی) بايد داسې يوه کاري کابينه جوړه کړي چې فقط اهليت، صداقت او مسلکي وړتيا پکښې په نظر کې نيول شوي وي.
۲- د تېرو درو کلونو ترخو تجربو څخه په استفادې سره د هېواد په مرکز او ولاياتو کې په دولتي څوکيو کې مسلکي پوه او سپېڅلي خلک وګماري، يعنې دولتي اداره نه بايد د مذهبي، قومي، منطقوي، ژبني، تنظيمي او شخصي اړيکو پر اساس يو ځل بيا جوړه شي. ټوپک او ټوپکسالار لاس له دولتي واک څخه لنډ شي.
۳- په هېواد کې د لومړۍ ــ دوهمې لويې جرګو او ولسمشرۍ لپاره په ټولټاکنو کې په اروپا، امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو کې اوسېدونکي افغانان له برخې اخيستنې څخه محروم شول، وړانديز دادی چې په راتلونکې کې د هېواد په بيا جوړونه، پارلماني انتخاباتو لپاره د دغو افغانانو سره د سلا او مشوره وشي.
۴- موږ په مالمو کې اوسېدونکي افغانان هره لحظه حاضر يو بې له کومو خاصو امتيازاتو په تر لاسه کولو سره د هېواد په بيا رغاونه کې فعاله ونډه واخلو، خو پدې شرط چې په هېواد کې هر ډول تبعيض ورک او سوله تأمين شي، ترڅو موږ وکولای شو په اطمنان هېواد ته ستانه او هلته کار وکړو.
د غونډي په دوهمه برخه کې په مالمو کې ځوانو شاعرانو، هر يو اغلې عادلې (رحمتزۍ)، ښاغلي عبدالباقي (تلاښ)، هېواد (شېرزاد)، قدرت الله (حليم) او ميرويس (مومند) خپل شعرونه ولوستل.
تر يوې لنډې تفريح وروسته د مالمو ځوانو او تکړه سندربولو او هنرمندانو ښاغلي کبير (اميري) او ښاغلي نجيب الله (اميري) په زړه پورې کنسرت اجرا کړ.
غونډه چې د ماښام په اوه بجو شروع شوی وه د شپې په يولسو بجو اغلې جميلې (مجاهد) ته د ګلو د هغې ګېډۍ په ډالۍ کولو سره چې د افغانانو لخوا برابره شوی پای ته ورسېده
",د جرمني د (پالم) د مډال ګټونکې جميله (مجاهد) د مالمو د افغانانو سره
446,,"
(کابل) :د خوراک او کرهنې نړيوال سازمان ايف آي او اعلان کړي: افغانستان د نړۍ د هغو ٣٥ بېوزلو هيوادونو له ډلې څخه يو دي چې د خوراکي توکو د کمي له ناورين سره مخامخ دی او بايد ورسره مرسته وشي.
د ايف آي او سازمان په همدې موخه د مرستو د راټولولو يو پروګرام هم جوړ کړي دي. د همدغه سازمان وياند نن خبريالانو ته وويل چې له دې سر بيره يې د افغان کروندګرو لپاره ٢٣٠٠ ټنه اصلاح شوي تخمونه چمتو کړي دي.
د خوراک او کرهنې نړيوال سازمان په پام کښي لري په ٢٠٠٥ ميلادي کال کښي په وچکالۍ ځپلو سيمو کښي تخمونه په کروندګرو و وېشي. ",د خوراک او کرهنې نړيوال سازمان واي: افغانستان د خوراکي توکو د کمي سره مخامخ دي
447,,"
(کابل) :د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پلان د وزير رمضان بشر دوست له هغو څرګندونو څخه ځان په ډډه ساتلې چې په کښي د مرستو رسولو خېريه ادارې اوانجيوګانې په کلکه غندل شوي وي.
ښاغلي بشر دوست ويلي و چې غواړي نږدې ٢٠٠٠ انجيوګانې وتړي او دا وروسته د هغه چې د حکومت سره يې د نه همکارۍ او د نړيوالو مرستو د ضايع کولو تور پرې ولګاوه.
خو د حامد کرزي وياند جاويد لودين وويل چې د پلان د وزير څرګندونې د دولت نظر نه دي اوويې ويل چې نوموړي د ځان لپاره د تبليغاتو په هڅه کښي دي. ",حامد کرزي د انجيوګانو په هکله د پلان د وزير د څرګندونو څخه ځان په ډډه ساتلې
448,,"
عبدالله احسان ( فرانکفورټ )
دغه ځای کښېکاږئ او ددې غونډي لنډيز په ويډيو کښي وګورئ
دغه ځای کښېکاږئ او يډيو په لوړ کيفيت وګورئ
په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې له خوا نن د ٢٠٠٤ کال ډسمبر پر دولسمه نېټه دماپښين پر دريو بجو د جرمني د فرانکفورټ په ښار کي د ارواښاد علامه رشاد د د ياد او دعا غونډه جوړه شوه .
په دغه غونډه کي دجرمني له بېلابېلو ښارونو او له يوشمير اروپايي هيوادونو څخه ګڼ شمير افغان ليکوال، شاعران او فرهنګپال راغونډ شوي وو .
غونډه د مولوي سادات له خوا د قران عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت او د دعايې په لوستلو پيل شوه. دغه ياد غونډه په دوو برخو ويشله شوې وه .
په لومړۍ برخه کي په اروپا کي د بېلابېلو افغاني کلتوري ټولنو پيغامونه ولوستل شول او د ارواښاد استاد علامه رشاد پر ژوند او اثارو خبري وشوې .
دلومړۍ برخې په پيل کې د غونډې چلوونکي او په فرانکفورت کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مسوؤل ښاغلي عاشق غريب خبرې وکړې او بيا يو په بل پسې په اروپا کې د بېلابېلو کلتوري ټولنو د مشرانو او استازيو له خوا د ټولنود خواخوږۍ پيغامونه واورول شول.
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني وکيل ، ټولنيز شخصيت او قومي مشر ښاغلي کمال الدين اسحاق زي د ارواښاد استاد په باب لنډې خبرې وکړې .
په اروپا کې دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پيغام ښاغلي افضل ټکور ولوست ، ورپسې په بلجيم کې د افغانانو د پوهاوي، مرستي او پيوستون ټولني پيغام د ښاغلي امين باوري له خوا واورول شو . په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني پيغام ښاغلي نظيف تکل ، او په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام په اروپا کي د ټولني استازي عبدالله احسان ولوست .
ښاغلي سعادت ملوک ازاد دافغانانو د کلتوري پرمختيا ټولني پيغام واوراوه . او په جرمني کي د افغانستان دکلتوري ودې ټولني پيغام د ښاغلي ډاکټر محمد صابر له خوا واورل شو . تر دې وروسته دجرمني د مونشن ښار څخه دخپرېدونکي مجلې ( عقاب اريانا ) مسوؤل مدير ښاغلي ډاکټر سرور رونا داستادپر ژوند ليک مفصله رڼا واچوله . بيا افغان ژورناليسټ اوليکوال ښاغلي عبدالمحمد مموزي د استاد دشخصيت پر ځينو اړخونو خبري وکړې .
اوبيا سياسي څېړونکي ښاغلي شاه محمود حصين دارواښاد استادعلامه رشاد او ويښو زلميانو په اړه مقاله واوروله .
ورپسې ښاغلي ډاکټر خوشال روهي د ارواښاد استاد علامه رشاد د ځينو اثارو په باب خبري وکړې . ښاغليو اميرمحمد ګران او خالد دياني هم په دغه مناسبت خپلي ويناوې واورولې .
د لومړۍ برخې په پای کې په اروپاکي دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې مشر ښاغلي زرين انځور دارواښاد استادعلامه رشاد د ناچاپه اثارو دارزښت په اړه خبري وکړې او د نوميالي شاعر ښاغلي پيرمحمد کاروان هغه شعر يې هم د غونډي برخه والو ته واوراوه چې استادرشاد ته يې ډالۍ کړی و .
دغونډي برخه والو ته د هيواد د نوميالي ليکوال ، څېړونکي، کره کتونکي او په اروپا کښي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې د مشر ښاغلي زرين انځور وينا تاسو دغه وينا خپل کمپيوټر ته هم کښته کولای شئ !
د غونډي په دويمه برخه کې د هيواديوشمير شاعرانوخپلي هغه ويرنې واورولې چې داستاد پرمړينه يې ليکلي وې. ددې برخې چلوونکی ښاغلي نظيف تکل و . اودغو ښاغليو شاعرانو خپل شعرونه واورول :
د مشاعرې لومړی شعر دښاغلی عبدالوهاب سرتير په ږغ کښي تاسو دغه شعرونه خپل کمپيوټر ته هم کښته کولای شئ !
وهاب سرتېر ، عاشق غريب ، مبارز څاپی ، طلاباز حبيبزی ، نيازمند ، اورنګ اباسين او يو شميرنور .
په غونډه کښي زيات شمير برخه والو په هغه ځانګړې کتاب کښي چي د ارواښاد استاد علامه رشاد د وير لپاره ځانګړی شوی وو ، خپلي ويرني او خاطرې وليکلې ، ددې درنې غونډي په پای کې ښاغلي عبدالمجيد اباسين د قران عظيم الشان څو مبارک ايتونه تلاوت کړل او غونډه يې د يوې دعايې په لوستلو سره پای ته ورسوله .
",په جرمني کي دارواښاد علامه استاد رشاديادغونډه په ليک ، انځور ، ږغ او ويډيو کښي وګورئ
449,,"
کابل ـ د ليندۍ ٢٢ ، ١٣٨٣
په افغانستان کې د پوليسو، قاضيانو او امنيه مستنطقينو د لومړنۍ ډلې ځانگړې روزنه پيل شوي چې په لا اغېزمن ډول د نشه يي توکيو د وړونکو او قاچاقوونکو د محاکمې وس ومومي.
د نشه يي توکيو ضد ادارې رييس ميرويس ياسيني ويلي چې دا ډله به د نشه يي توکيو د اړوندو دوسيو څېړل په دوو مياشتو کې پيل کړي.
افغان چارواکي وايي دا روزنه د اروپا په مالي مرسته تمويل شوې چې د نشه يي توکيو خلاف يو ځانگړى ځواک رامنځ ته کړي او په دې ډول په افغانستان کې د نشه يي توکيو د کر او لېږد مخه ونيول شي. ",افغان قاضيان روزل کيږي
450,,"
کابل د ليندۍ ٢٢ ، ١٣٨٣
د افغانستان ددفاع وزارت د ملېشو مشرانو ته گواښ کړی چې په شپږو مياشتو کې خپلې وسلې وسپاري او که نه کلک چلند به ورسره وشي.
ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل د بې وسلې کولو بهير بايد د ولسي او مشرانو جرګو تر ټاکنو مخکې بشپړ شي چې ټاکل شوې ده په راروان پسرلي کې تر سره شي.
هغه وويل څوک چې وسلې نه سپاري سزا به وويني او له هغو امتيازو به بې برخې شي چې د بې وسلې کېدو له بهير سره يوځاى شويو کسانو ته ورکول کېږي.
د ښاغلي عظيمي په وينا درندې وسلې نژدې له يوې مخې ټولې شوې دي او د سپکو د ټولولو لپاره هڅه کېږي چې وگړو ته کار وموندل شي. ",له ټوپکمارو به په ٦ مياشتو کې حکومت وسلې ټولوي
451,,"
",
452,,"
",
453,,"
",
454,,"
د هوسۍ اتمه ګڼه، په نوې بڼه راوځي
په دې ګڼه كې مو د ارواښاد علامه عبدالشكور رشاد په اړه ځينې ليكنې ځانګړې كړې دي، چې ورسره جوخت هوسۍ مجله غواړي چې د ارواښاد استاد علامه رشاد ځينې رنګه انځورونه د يوه كوچني البوم په بڼه چاپ او له اتمې ګڼې سره يوځاى يې درنو لوستونكو ته وړاندې كړي.
هغه دوستان چې غواړي د هوسۍ دا ګڼه په خپلو مالي مرستو ونازوي او دې ګڼې ته لا رنګيني وروربخښي، د مهربانۍ له مخې دې د هوسۍ له استازو، يا هم ادارې سره تماس ونيسي او خپله فرهنګي مينه دې په زبات ورسوي، ځكه هوسۍ اوس د ۵۰۰ ګڼو پر ځاى ۲۰۰۰ ګڼې چاپېږي، چې د دې ټولو لګښتونو برابرول يوازې د هوسۍ د ادارې له وسه پوره نه دي، دغه راز دا ګڼې د نړۍ بېلابېلو برخو ته لېږل كېږي، چې ګڼ دوستان يې لولي. ستاسو د بري په هيله.
د دلبرو صدقې لره يې غواړم
هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم
په درناوي
د هوسۍ اداره
له افغانستان څخه بهر زموږ استازي دا دي:
خالد هادي (حيدري) امريكا،
پوستي پته:
Khalid Hadi Afghan photographerP. O. Box # 4051Schenectady-New York 12304USATel: 518-542-8482
عبدالله احسان هالنډ،
پوستي پته:
Abdullah Ehsan TIRANAPLANTSOEN, 149 2034TM HAARLEMTHE NETHERLANDSFAX, 0031 (0) 23 540 31 29
يار محمد شېرولي
Yaar Muhammad Shirwali,Russia, Krasnodarstreet Parkaway a 3/22 ",د هوسۍ اتمه ګڼه، په نوې بڼه راوځي
455,,"
کابل : د ليندۍ ٢٣ ، ١٣٨٣
د افغانستان د لنډ مهالي حکومت د پلان وزير رمضان بشر دوست له خپلې څوکۍ استعفی ورکړه .
له کاره د ښاغلي بشر دوست لاس په سر کيدل په داسې وخت کې کيږي چې د افغانستان د نوې کابينی د اعلان لپاره يوه يا دوه ورځې پاتې دي .
په کابل کې له خبرونو خبرې سرچينې اټکل کوي چې نوې کابينه ښايي د چارشنبه يا پنجشنه په ورځ اعلان شي .
رمضان بشر دوست د روان عيسوي کال په لومړنيو مياشتو کې هغه وخت د پلان د وزير په توګه وټاکل شو چې تر دۀ وړاندې محمد محقق هم ظاهرآ دغه څوکۍ تر استعفی وروسته پريږښوده .
رمضان بشر دوست په دې وروستيو کې په نادولتي مرستندويو ټولنو نقد کاوۀ او ويل يې چې په افغانستان کې نژدې ٢٠٠٠ داسې اين جيو ګانې شته چې کار نه کوي او پيسې ضايع کوي .
د دۀ پر دغو خبرو د کابينې نورو غړو څه ونه ويل خو ولسمشر کرزي رد کړې او د هغۀ د وياند له خولې وويل شول چې دا د دولست نظر نۀ بلکه د ښاغلي بشر دوست خپل نظر دی چې ښايي د شهرت موندلو په نيت يې کړی وي .
په کابل کې په خبرونو خبرې سرچينې وايي چې په راتلونکې کابينه کې هسې هم ښاغلي بشر دوست ته ځای نه و د دوی استعفی ښايي يوه بله هڅه وي چې ځان ته نوم وګټي .
رمضان بشر دوست پخوا په فرانسې کې له افغان سفارت سره کار کاوۀ خو له هغه ځايه تر ايستلو وروسته کابل ته لاړ او هلته يې له يوې غير دولتي موسسې سره کار کاوۀ . د محمد محقق تر استعفی وروسته ښاغلي کرزي غوره وبالۀ چې د پلان وزارت وروسپاري . خو ښاغلي بشر دوست په هغه پيل کې لا له نور حکومت څخه بېل نظر ښکاراوۀ .
دۀ د برلېن د کانفرانس په ترڅ کېد ماليې د وزير ډاکټر اشرف غني احمدزي له خوا وړاندې شوی رپورټ افغان ونه بالۀ او ويې ويل چې بهرنيانو چمتو کړی دی . د ښاغلي احمدزي رپورټ په نړيواله کچه وستايل شو او نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د څو ملياردو ډالرو ژمنه وکړه . په رُورټ کې راغلي و چې د ليکنې پر وخت يې ځينو نړيوالو کارپوهانو هم مرسته کړې وه . ",رمضان بشر دوست استعفی ورکړه
456,,"
",
457,,"
د ورېښمو دويمه ګڼه هم پر ليكه شوه
ورېښم ښكلې درې مياشتنۍ ادبي، كلتوري او ټولنيزه مجله ده، چې د عبدالهادي هادي تر مديريت لاندې خپرېږي، چې په دې وروستيو ورځو كې يې دويمه گڼه په ۱۰۷ مخونو كې خپره شوې، چې ډېرې په زړه پورې ليكنې په كې راغلې دي. چې صحافت او بهرنى جوړښت يې هم د پام وړ دى.
ځينې ليكنې يې دلته د بېنوا پر پاڼه لوستلاى شئ.
ورېښموالو ته مباركي او كورودانى وايو تاسې ګران لوستونكي يې لوستلو ته رابولو.
http://www.benawa.com/rasanay/wrishem
",د ورېښمو دويمه ګڼه . .
458,,"
",
459,,"
",
460,,"
کابل ، د ليندۍ ٢٤ ، ١٣٨٣
د سوداګرۍ نړيواله اداره WTO د افغانستان د غړيتوب پر غوښتنليک غور کوي . دا په داسې حال کې ده چې د همدې هيواد ګاونډی ايران په ٢١ پرله پسې ځل هم ونه توانيد چې غوښتنليک يې ومنل شي .
دا اداره په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ د غوړولو لپاره هلې ځلې کوي او غړي هيوادونه يې خورا ډيرې اقتصادي ګټې ترلاسه کولی شي .
خو په دې ادارې کې د ګډون چاره خورا ستونزمنه ده . چين وروسته له ١٥ کلونو او روسيې وروسته له ١٠ کلونو هڅو دغه وياړ تر لاسه کړ . ايران دا ٢١ کاله کيږي چې په هڅه بوخت دی خو نه منل کيږي .
په جېنوا کې د مېشتې دغې ادارې غړي هيوادونه کولی شي چې خپل هر ډول مصنوعات په بل غړي هيواد کې بې له کوم قيد و شرطه وپلوري . د ټولو غړو هيوادونو مالونو ته په يوه سترګه کتل کيږي ، ځينې همدا اداره د نړيوالتوب په لار کې لومړنی ګام بولي .
په روان کال کې ٢٧ هيوادونه د دغې ادارې د غړيتوب لپاره هڅې کوي . پر غوښتنليکونو باندې د غور پر وخت د هر هيواد اقتصادي شرايط ليدل کيږي او هيوادونه اړ وي چې خپل اقتصادي شرايط د نورو غړو په څير برابر کړي .
په دغې ادارې کې ټول ١٤٨ غړي هيوادونه دي چې هر يو يې د نوي غوښتنليک د ردولو حق لري .
د افغانستان له لورې په جېنوا کې يوۀ استازي ، اسد عمر د غوښتنليک د ورکړې پر وخت وويل د دغې ادارې د غړيتوب په ترلاسه کولو کې به په افغانستان کې له ثبات او ښېرازۍ سره مرسته وشي . ",افغانستان د نړۍ سوداګريزې ادارې ته ورګډيږي
461,,"
کابل ، د ليندۍ ٢٤ ، ١٣٨٣
له کندهار څخه را رسيدلي رپورټونه وايي چې د افغانستان د امنيې ځواکونو د طالبانو د امنيت مخکينی مشر ملا نقيب الله تور نيولی دی .
د کندهار د والي وياند خالد پښتون ويلي ملا تور يې له يوۀ بل طالب قومندان سره په کندهار کې نيولی دی .
طالبانو خپرندويو رسنيو ته په تيلې فونونو کې دا خبره رد کړې او وايي ملا تور نه دی نيول شوی .
د طالب چارواکو د عکسونو په نشتوالي کې ډير کله د دغه ډول نيونو پر وخت طالبان نيونه ردوي .
د ملا نقيب الله تور په باب په پاکستان کې ځينو طالب پېژندونکو ويلي چې د هغۀ د نيولو اهميت لا څرګند نه دی . پاکستان لا تر اوسه د ډيرو طالب اورپکو د پناه ځای دی .
پاکستان مېشتې کارپوهان په دې باور دي چې ملا تور د طالبانو په غورځنګ کې شهرت نه درلود .
ولسمشر حامد کرزي او په دې وروستيو کې د افغانستان لپاره د متحدو ايالاتو سفير زلمي خليلزاد له طالبانو غوښتي و چې که وسلې پر مځکه کيږدي او خپل عادي ژوند ته ستانۀ شي نو بخښل کيږي .
د ملا نقيب الله تور نيول ښايي هغو طالبانو ته يوه بله يادونه وي چې لا تر اوسه يې د ولسمشر کرزي غوښتنه نه ده منلې او خپل مخالفت د ټوپک په خولې ښيي .
د افغانستان په سويل ختيځو ولايتونو کې خلک شکايت لري چې د طالبانو د همدې نښتو له امله د دوی په ولايتونو کې د بيا رغاونې چارې ټکنۍ دي .
د يادونې وړ ده چې د کابل - کندهار د لويې لارې د پخولو په ترڅ کې ګڼ شمير بهرني انجينييران وتښتول شول . د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د رايه اچونکو د نوم ليکنې په بهير کې هم د طالبانو د وسله وال مخالفت له امله ځينې سيمې د نوم ليکنې له بهيره پاتې شوې .
",د طالبانو د امنيې مخکينی مشر نيول شوی دی
462,,"
کابل د ليندۍ ٢٤ ، ١٣٨٣
د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د متحدو ايالاتو پوځيانو يو شمير عرب سوداګر له دوه ورځني توقيفه وروسته پرېښودل او ورڅخه ويې غوښتل چې د افغانستان له خاورې ووځي .
د دغو سوداګرو کې نهه تنه يې د قطر اوسيدونکي و. دوی غوښتل چې د افغانستان په خاوره کې ګران بيه او لږ پيدا کيدونکي بازان ومومي .
په افغانستان کې د ثور له کودتا راهيسته په غير قانوني توګه د دغو بازانو او ځينو نورو مرغانو ښکار پيل شوی دی چې په وروستو کلونو کې د عربانو له خوا لا ډير شوی و .
په کندهار کې امريکايي پوځي سرچينو وويل دوی له دغو عربانو پوښتنې او ګروېږنې وکړې خو بې له کوم توره يې پرېښودل چې د افغانستان خاوره پريږدي .
د متحدو ايالاتو پوځي سرچينو ويل دوی نه غواړي چې د افغانستان د ګران بيه او بې سارې بازانو ښکار په ناقانونه توګه دوام وکړي .
دغه عربان د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوښتي و . ",د افغان بازانو عرب ښکارييان ونيول شول
463,,"
",
464,,"
",
465,,"
کابل د ليندۍ ٢٤ ، ١٣٨٣
په کابل کې سياسي کړيو ته نژدې سرچينې وايي چې د دفاع وزارت ښايي يونس قانوني ته وسپارل شي .
ښاغلی قانوني له طالبانو وروسته لومړی د کورنيو چارو او ورپسې د ښوونې او روزنې وزير و .
يونس قانوني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر کرزي تر ټولو لوی سيال و خو ايله په سلو کې څه کم ١٧ رايې يې وګټلې .
سياسي کړۍ په دې باور دي چې په دې وروستيو کې د امريکاييانو فشار ښاغلی کرزی اړويستی چې د نظار شورا ته يوه مهمه څوکۍ ورکړي .
تر اوسه د دفاع وزارت د همدې شورا له يوۀ بل مهم غړي قسيم فهيم سره و . خو هغۀ ته د ځينو نړيوالو ګوته نيول شوې وه چې ګواکې جنګسالار دی او يا هم په داسې اعمالو کې لاس لري چې نړيوال نورمونه يې اجازه نه ورکوي .
د افغانستان اساسي قانون هم ښاغلي فهيم ته لاره ډب کوي ځکه چې د اساسي قانون ترمخه د کابينې وزير بايد لږ تر لږه د لسانس سند ولري . ښاغلی فهيم له تعليمي سنده بې برخې دی .
په کابل کې سياسي کړۍ په دې باور دي چې په نورې کابينې کې هم ښايي ځينې نوې څيرې تر سترګو شي .
دغه کړۍ ګومان کوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين او د پلان مستعفي شوی وزير رمضان بشر دوست ښايي په نوې کابينه کې ځای ونه لري .
د ښاغلي رهين په باب پرله پسې شکايتونه ښايي يو علت وي . د دۀ په درې کلنه موده کې د افغانستان راډيو او تلويزيون ونه کولای شول چې له نورو ځايي خپرندويو رسنيو سره سيالي وکړي . د کابل تلويزيون د ليدونکو کچه د ډيرو شخصي او کېبلي کانالونو په پرتله لږ ده .
",قانوني ښايي د دفاع نوی وزير شي
466,,"
",
467,,"
",
468,,"
",
469,نصرت الله ا لهام پېښور پښتونخوا,"
غزل
ستاپه وجود کې دوږموضرورت هيڅ نشته دی
لرې سکروټي دلمبو ضرورت هيڅ نشته د ی
ديارپه کلي کې چې يمه بل خوا هيڅ نه ځمه
په دغه ځاي کې دپښو ضرورت هيڅ نشته دی
دسورکو شونډو په شربت مې ښه سېرابه ساته
بيانو جانانه داوبو ضرورت هيڅ نشته دی
مينه کې ومنه په ټنډه دډبرو ګوزار
په دغه کار کې د پښتو ضرورت هيڅ نشته دی
که راځې راشه ای الهامه او که نه مه راځه
خوشې په خوشې دپلمو ضرورت هيڅ نشته دی
",غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
470,,"
کابل : د ليندۍ ٢٥ ، ١٣٨٣
د افغانستان له ختيځ څخه رارسيدلي خبرونه ښيي چې د هغۀ ترکي انجينيير مړی موندل شوي چې پرون په کونړ کې تښتول شوی و .
تر تښتونې وروسته يرغمل نيوکو هغه څلور تنه افغانان خوشي کړي و چې له دغۀ انجينيير سره يې نيولي و .
د کابل کندهار په لاره باندې هم تېر کال څو ځلې ترکي انجينييران وتښتول شول خو هغوی ژوندي خوشي شول .
د افغانستان په ختيځ کې دا د تښتونې لومړنۍ پېښه وه . په کابل کې د مسايلو څېړونکي ويره لري چې په دا ډول پېښو به بهرني کارپوهان وډار شي او نور به هغو سيمو ته نه ځي چې د تښتونې ويره پکې وي .
دغه څېړونکي زياتوي چې تښتونکي په خپلو دغو اعمالو نه يوازې ځان ته کومه ګټه نه شي رسولی بلکه دغه سيمې له بيا رغاونې هم محروموي .
په همدې ترڅ کې د کندهار له ولايته رارسيدلي خبرونه د يوې چاودنې خبره کوي چې ځينې کسان پکې ټپيان شوي دي .
د افغانستان په ختيځ کې د حکمتيار اسلامي ګوند او په سويل لويديځ کې د طالبانو پاتې شوني په دغو وسله والو مخالفتونو بوخت بلل کيږي .
د دغو دواړو ډلو ځينو اورپکو غړو لا تر اوسه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د متحدو ايالاتو د سفير زلمي خليلزاد هغه غوښتنې نه دې منلي چې ويل يې ټوپک پر مځکه کيږي او د نورو افغانانو غوندې عادي ژوند پيل کړي . ",تښتول شوی ترکی انجينيير په کونړ کې ووژل شو
471,,"
",
472,خالق رشيد _ ادمنتون کاناډا,"
داستاد په غم لړلي مرګ
ويـــرنه
له كومې خوا راغله پرموږه د مرګونو سيلۍ
دتوپانودشپو سړه د كنګلونو سيلۍ
آ چې له اوښكوسره ځان ازمويي لوبې كاندي
دغه خونكاره پر پروټوقسمتونو سيلي
څه ليونۍ ده ليونۍ ليونۍ لوبې كاندي
نه ګوري چاته چې څوك څه كا دويرونو سيلۍ
ديوې موسكا په چل يې ونړاوه زموږه څلى
هغه دګندو دښكلاوو دنازونو، سيلۍ
چا هم دا نه وې چې رستم ته به كابل وژاړي
په څه شان كوكې وكړې دلته ماتو زړونو سيلۍ
نن دزخمي كابل دتورو شپو ديار ماتم دئ
ځكه دويرپه وينو ژاړي زخمي زړونه سيلۍ
دآسماېې په سردده پګړۍ وه ځكه لوړ و
څوك به اوس ده غوندې ايوب شي دوياړونو سيلۍ
دګلو لو خولاروان دى دغرمې په زړه كې
ولې دې واخيست دا ملياردسروګلونو سيلۍ
ده خو دسروو دقامت ستاينه هسې نه كړه
چې تا ترې جوړ كړل غم لړلي تابوتونه سيلۍ
ده خوداوې چې سره ګلونه به پګړۍ كې ټومبو
تا ولې هغه كړل په خپل سر كفنونه سيلۍ
دا څه كانې وې چې تاوكړې درقيب دوړاندې
نه دې ليدل دشفقونو سره خونونه سيلي
ده دارشاك دتورې شرنګ ماته ورو ورو غږاوه
په څه بيا اوښكې داوشاس يووړې رودونو سيلۍ
نه وې خبره چې خوشال به په دې ويروژاړي
له بيجاپوره په راوړيوسلامونو سيلۍ
يوازې يودغم اورنګ دى چې اورنګ له پاره
دتاج محل پاچا ډاري په طلسمونو سيلۍ
څوك به نورماته دمها بارت پښتونغمه شي
څوك به تعبير كا ګندارۍ ادې خوبونو سيلۍ
څوك بياوواېي ګنګا يووخت پښتوويله
په توروڅڼودخوږو خوږو يادونو سيلۍ
بيابه دناز شعرونه كوم رباب ته ساز وركوې
څوك به غږ اوري د ريم جيموبارانونو سيلۍ
څوك به په وياړ سره غوټۍ سپړي په مينه مينه
دكالينجر دپاني پت د سرويادونو سيلي
كه د عنقا وزر دې مات كړ ددنيا په ټنډه
دعرش په لوري يې شوه لار په پرتمونو سيلۍ
دوخت منصورشو خو ددارترستنې ونه رسيد
دحق په لار دآزادۍ ترمنزلونو سيلۍ
دنوح بيړۍ يې د توپان په ليونو كې پريښوه
داوښكووينوكارواني دى په ګواښونو سيلۍ
څومره په اوښكو باندې ده وينې انځورانځوركړې
دڅومره غلو دڅومره سادو كاروانونو سيلۍ
دغه رشاد و تاونه پيژاند ګناه دې وكړه
رڼا دې واخيسته زموږه دبزمونو سيلۍ
په دې بازار باندې همدا عنقا يوځلې راغى
څوك يې ونه موند بيرته لاړ دپرتمونو سيلۍ
ويې ليده چې دايمان ملګري چوپه خوله دي
دتندرغږهم ناوري وياړي په قپونوسيلۍ
ويې ليده چې تورې شپې په ورځوڅه نه كاندي
دچا په وينو واوښت كور په حمامونو سيلۍ
يوازې دى دسرهند پيرشو چې ناره يې وكړه
د (جهانګير) ظلم زموږ دى پرسرونوسيلۍ
سرونو ټيټ نه كړئ د څوورځوتورتم دی درومي
دآزادۍ رڼا راځي په تورتمونو سيلۍ
اې دجنت مالكه ته يې دجنت مالياركړې
چې په رشاده مينه سازشي دسوزونو سيلۍ
",د استاد پر غم لړلي مرګ ويرنه
473,ډيپلوم انجنيير زيب منتظر مسيد,"
محمد زېب منتظرکندهار افغانستان
سپيني کوتري
سپيني کوتري ښايسته کوتري
زمونږه کورته راشه
راځه پربام موکينه
لکه د لمر دوړانګو
لکه د نور پلوشه
لکه رڼا د سپوږمي
لکه د ستوروپړکه
له ټپي سترګو مو تياره کړه ليري
له سړو زړونو موساړه کړه ليري
لکه د ګلووږمه
لکه نسيم د سهار
لکه پيشه دباران
لکه د ميني نغمه
ژوند مو تازه تازه کړه
بسميلي هيلي موژوندي ژوندي کړه
بيا مو سپيرو اووچو شمنډو لره
د محبت ميني خندا راوله
دي سوځيدلي رژيدلي بڼ ته
بيا د بلبل طوطي نغمه راوله
وشاړو دښتو ته د زړه مو يو ځل
بيا د سرو ګلو قافله راوله
سپيني کوتري ښايسته کوتري
راځه پر بام مو کينه
وزر دي وغوړوه
غومبر ګډا جوړه کړه
بيا په مستي اوخوښي
زموږد کور چاپيره
تاو شه راوڅر خيږه
لکه د سپيني سپوږمي
هسي رڼا جوړه کړه
سپيني کوتري ښايسته کوتري
زموږ شهيدو هيلو
سويو،رټليوارمانونولره
دمني باد سړي سيلۍ وهلي
وچواومړاوو اميدونو لره
دنوي ژوند يوه نوي ساه راوړه
چي مو ټپونه د خوږ زړه شي پري روغ
هغه درمل هغه دوا راوړه
چي مو کړي تنده د کالونو ماته
د سوکالي هغه پياله راوړه
سپيني کوتري ښايسته کوتري
ډ يره موده دي و شوه
چي مو له کوره تللي
ورايه اوليري لاړي
په زورمجبوره تللي
شوي مروره له موږ
له موږدي کرکه وشوه
ځکه د تا مودرناوي نه کوه
د تاد پاکي ميني
ستا دوفا اودوستي
موږه عزت نه کوه
قدرداني نه کوه
د تا دا ښکلي سترګي
يو سمندر د ميني
وفا وفا وه ټوله
ختلي لمر د ميني
موږه ددرداوغم په اښکو سري کړي
ستا د وريښمو په شان
سپيني پستي بڼکي
واخيستي خاوروکي ايري ايري کړي
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زموږ د کورڅينو کسانوپرون
د ګاونډ يانواوغليم پر لمڅون
ته په ډبرو په ليندو و يشتلي
ته په لکړو په لرګو وهلي
دايي زغملي نه شو
ددوي ناتليو سترګودرته کتلي نه شو
چي مو پربام ناسته غومبر دي جوړوي
ددوي د بام کوتري
ستا ننداري ته راڅي
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زموږد کور کسانو
خاين، رټليو او منفور کسانو
خپلو ناولو، ناراوا هيلوته
درسيد و په خاطر
د خپلو خيټو د مړښت لپاره
د څو پيسو په خاطر
ته په رنګ رنګ او په کرات کراتو
په زړه ټپي کړې هم يې وځورولې
له بام يې و شړلې
بيا د غو سپکو او بې پته، بې غيرته کسو
د تا د خوښې بام ته
د تا د مينې کور ته
يوه يې کارغان راوستل
تور او ناولي کارغان
بل ټپو سان راو ستل
ستا د ښمنان راو ستل
چه مو د و ينو تږي تږي وو تل
هغه لېوان راو ستل
سره شرمښان راو ستل
د تا کوډ له يې کړه گډه وډه
د تا جو نگړه يې و يجاړه کړله
د تا پر پام به يي چړچي کولي
د تا په ځاله کي يي شپي کولي
سپينې کوترې ښايسته کوترې
کله چه ته زموږ له بامه ولاړې
زمونږ له کوره هم ارام لاړ و
بخت او قسمت مو مرور شو را نه
د ژو ندون خو ند رانه تمام لاړو
محشر، ناتار جوړ د غمو نو شو لو
سپرلى بېزار مو له با غو نو شو لو
گلان مو و ر ژ ېد ل پاڼې پاڼې
پاتې په څانگو کې اغزي اغزي شو ل
غوڅې سينې پرې د بلبلو شولې
څيرې وزر د بورا گا نو يې کړل
و نې او بو ټي، سمه غر مو واړه
د اور په سرو لمبو کې و سوځېد ل
په تورو خاورو او اېرو بد ل شو ل
شنه چمنو نه او با غو نه مو ټو ل
په سپېر و د ښتو او مېر و بد ل شو ل
ودان کور و نه مو شو ل لو ټې لو ټې
په کنډ و ا لو او هد يرو بد ل شو ل
او ښايسته، ښکلى او شين اسمان مو
ونيوه خړو دوړو...
ورځ مو شوه شپه او شپه اوږده په کلو
روښنايي شوه ورکه او تور تم جوړ شو
له هرې لو ېشتې مو د خا ورې پر يادو نه ختل
کور کې مو غم، و ير او ما تم جوړ شو
او ښکي مو وچي شوي د سترګو نور ژ ړلي نه شو
د ګران وطن ورانو و يجاړو ته کتلي نه شو
اوس پوهېدلي يو مونږ
بې تا مو ژو ند کې هغه خو ند نشته
د ماشو ما نو پر معصو مو شو نډ و
د خو شا لۍ خوښۍ لبخند نشته
نو ځکه!
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
را ځه پر بام مو کښېنه
وزر دې و غوړو ه
لکه د سپينې سپوږمۍ،
هر خوا رڼا جوړه کړه
چه نېکمرغي وي پکې
هسي د نيا جوړه کړه
چه د مرگي د شبخو ن ډول کړي غلى
مسته، توده شانې گډا جوړه کړه
چي د مودو، مودو درد غم مو ورک کړي
د خوشا لي يوه فضا جوړه کړه
چي د بار و د و په لوګي کي توري شوي پيغلي
تنکي بلبلي د سپرلي په شاني
بيا د ګود ر غاړه هوا و ګوري
په جنګ جګړو کي کړيد لي، ربړيد لي ميند يي
خپلو خوږو او نازو لو او لا د و په شو نډ و
د نيکمرغي، خو ښي خندا و ګوري
چي د ځوا ني په نيلي سپور تنکي تنکي ځوانان مو
بيا کړي د خيال جامي په غاړه او په سيل را ووزي
مستو ډ و لو نو ته اتڼ و کړي ګډا جوړه کړي
بيا بوډاګان مو په پيتاوي کي کړي ډډي تودي
و يره اوډار يي و ي له وي له زړه وو تلي
خپلو لمسيانو مشغو لا و ګوري
چي مو بي خو نده ژوند رو نق پيدا کړي
چي تک سور رنګ مو تور شفق پيدا کړي
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
د پښتنو له مېنې
چه د تُرکمنو، هزاره وو او ازبکو کور دى
هم د بلو څو، پشه يانو او تاجکو کور دى
و ير او ما تم لرې کړه
د د ښمنۍ، بد گو ما نۍ او نفاق
تياره تور تم لرې کړه
چي مو له کرکې او نفرته ځنې زړو نه کړي پاک
ټول شو را غو نډ سره په يوه نغري
د محبت بله ډېوه راوړه
زمونږ و يجاړې، ورانې خو نې لره
چه له هر کونجه يې د و ينو بوى ځي
لمر شه رڼا راوړه
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
ښه در پو هيږمه چي ته هم غواړي
بيرته دي کو ر ته را شي
خپله و يجاړه سو ځيدلي ځا له
بيا کړي له سره جوړه
خو لا و ېرېږې او ډاډ منه نه يې
ځکه همهغه کسان
چه يې پر موږ دغه نادودې وکړې
نن هم ليندا په غاړه
کاڼي په لا س ولاړ دي
نيت يي خرا ب دي درته
درته ګواښو نه کوي
غواړي را پري دي نږدي
چي زموږ کور ته راشي
راشي پر بام مو کيني
خو:
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
نوره نو مه و ير يږه
ډاردي له زړه و باسه
پريبه يي نږدو نوره
چي څوک په سپکه سترګه
د ستا په لو ر و ګوري
په هغه کاڼي به يي سر ور مات کړو
چي غواړي ستا په لور ګوزارپري وکړي
هغه ليندي به يي کړو ماتي ماتي
چي غواړي تا باندي پري وار وکړي
نو سپينې کوترې ښايسته کوتري
که ته مو کور ته راغلي
بيا مو پر بام کيناستي
نو:
اوس (منتظر) يمه، نېکمرغه به شم
په نغري کې چي دى ډ ک له اېرو
د نوي ژو ند د او ر يو ه سپرغه به شم
لکه د شمعې په شان
اور به کړم پورې پر ځان
خو دا تياره کور به ر و ښا نه کړمه
بيا به محفل د پتنگانو کړم تو د
پورته لمبې به له خپل ځانه کړمه
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زمونږه کور ته راشه
راځه پر بام مو کېنه
",گلان مو ورژېدل پاڼې پاڼې
474,عبدالناصر ريشاء ( لندن ),"
فاضل انسان
غر د افغان ونړیدی ، د علم کان ولاړی
چي علامه استاد رشاد يوستر افغان ولاړی
خزانه ړنګه شوه ، بابا ددې زمان لاړی
فرهنګ يتيم شو د وطن داسي افغان ولاړی
ډير شاګردان يې خپل په وړانګو سره وځلول
ستوري بې نوره شوه چي لمر د آسمان ولاړی
په درنه سترګه او په قدر يې کتل ټولو ته
څوک مو تشويق کړي ،معلم او قدردان ولاړی
د سياسي تقوا څښتن خو څۀ ناحقه نه و
له هر ډګر او هر زمان نه قهرمان ولاړی
پر لار دي ډير خلک رهي سوله طارق نه دی يو
چي ته به وړاندي وې روان هغه دوران ولاړی
په خپل مرګي يې زما په مړه احساس کي سا پو کړه
ددې نړۍ نه چي يو ستر فاضل انسان ولاړی
",فاضل انسان
475,,"
",
476,,"
کابل د ليندۍ ٢٦ ، ١٣٨٣
د افغانستان د اسلامۍ ولسي حکومت له لورې داسې اشارې ورکړل شوي چې ښايي په نوې کابينه کې د اساسي قانون ٧٢ ماده له پامه وغورځول شي . په دغه ماده کې راغلي چې د کابينې غړي بايد د لوړو زده کړو سند ولري .
د ولسمشر کرزي د وياند جاويد لودين له خولې ويل شوي چې د کډوالۍ شرايطو ځينو افغانانو ته ګرانه کړې وه چې لوړې زده کړې وکړي . که څه هم ښاغلي لودين دا ونه ويل چې د دې خبرې مانا ښايي دا وي چې په نوې کابينه کې به داسې څوک وي چې د لوړو زده کړو سند نه لري خو په کابل کې د سياسي مسايلو څيړونکي دا يوه اشاره ګڼي او وايي چې ښايي دا د ذهنونو د چمتو کولو لپاره يوه هڅه وي .
په لنډ مهالې کابينې کې ځينو وزيرانو لوړې زده کړې نه لرلې . په هغو کې د دفاع وزير قسيم فهيم ، د سرحداتو وزير عارف نورزی ، د فوايد عامې وزير ګل اغا شيرزی او ان د ښوونې او روزنې وزير يونس قانوني يادېدۀ . خو د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې د کانديدانو د ژوند په پاڼو کې ښاغلي قانوني ته ليکل شوي و چې ګواکې د شرعياتو پوهنځی يې لوستی دی .
داسې اټکلونه دي چې نن ( پنجشنبه ) ښايي ولسمشر کرزی خپله نوې کابينه اعلان کړي . داسې ګنګوسې هم شته چې نننۍ کابينه به بشپړه نه وي بلکه يوازې به ځينې نومونه د اوس لپاره ياديږي .
ولسمشر کرزي يوه اوونۍ وړاندې لوړه کړې وه . د نوې کابينې لپاره يې تلوسه او د ځينو لپاره اندېښنه مخ په ډيريدو ده . ",د کابينې په جوړښت کې ښايي د اساسي قانون يوه ماده له پامه وغورځول شي
477,,"
کابل : د ليندۍ ٢٦ ، ١٣٨٣
د افغانستان حکومت ته نژدې سرچينې وايي ځينو وروستيو پيدا شويو ستونزو نن ( پنجشنبه ) هم د کابينې اعلان وځنډاوۀ .
دغو سرچينو نور سپيناوى ونه کړ ، خو اټکل يې وکړ چې ښايي راتلونکې اوونۍ کابينه اعلان شي .
سياسي کړۍ په دې ښار کې گومان کوي چې په ځينو څوکيو باندې چنې ښايي د کابينې په اعلان کې د پرله پسې ځنډ علت وي .د کابل ورځپاڼې بيا وايي چې مصلحتونه د کابينې د ځنډ دليل دى . يوې ورځپاڼې ويره ښوولې چې که هر څومره د کابينې اعلان ځنډيږي هغومره به د دوى په وينا ناروا غوښتنې زياتيږي . ",افغان کابينه بيا هم وځنډيده
478,غفور لېوال _واشنګټن ډي ـ سي,"
غزل
توبه مې كړې وه چې ماته شوه، تو به مې وكړه
شيخ وساقي سره همدومره ګوزاره مې وكړه
ته به مې خوب غوندې په يادكې ساتې ښكلې ياره
يو مساپر وم، دلته راغلم يوه شپه مې وكړه
افغانستان غوندې زخمي زړګى مې راوړدرته
جانانه راشه، شونډې راوړه څه چاره مې وكړه
دې ته دې ته هم لويه ګناه وويل زما قاتله !
چې ځنكدن كې دوطن خوا ته سجده مې وكړه
زه ستړى نه وم خو پښتومې مخ ته ودريده
توره مې ماته كړه، دښمن سره جرګه مې وكړه
واشنګټن ډي ـ سي _ ليندۍ ٢٥_١٣٨٣",غزل
479,,"
کابل : د ليندۍ ٢٧ ، ١٣٨٣
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند لطف الله مشعل وايي د څرخي پلۀ په زندان کې د زندانيانو بغاوت اصلآ د القاعده د غړو د تېښتي يوه هڅه وه .
ښاغلي مشعل په کابل کې ورځپاڼه ليکونکو ته وويل چې دا کسان د پاکستان او عراق استوگن او د القاعدې غړي و .
د کورنيو چارو د وزارت دغۀ چارواکي زياته کړه چې زندانيانو د ږيرو لپاره کاريدونکې چړې د چاکوانو په څير وکارولې ، له يوۀ ساتونکي يې ټوپک واخيست او بيا يې له نورو سرتيرو سره په نښته کې پنځه افغان ساتونکي ووژل .
دوه نور ساتونکي لا تر اوسه ورک دي .ويل شوي چې دوه زندانيان هم وژل شوي دي . دغه کسان د څرخي پلۀ په هغۀ بلاک کې ساتل شوي و چې په دې وروستيو کې يو امريکايي هم پکې بندي دى .
دغه امريکايي ، جانتن اديما ، د افغانانو په ځورولو ، نيولو او وهلو ټکولو تورن دى . اديما او د هغۀ دوه نور امريکايي دوستان په لس کلن قيد محکوم دي . ",د څرخي پلۀ په زندان کې د بغاوت له امله ٧ کسان ووژل شول
480,,"
کابل د ليندۍ ٢٧ ، ١٣٨٣
افغان ځواکونو نن ( جمعه ) کرۍ ورځ د القاعدې د غړو پر ضد د څرخي پلۀ په زندان کې تر نښتو وروسته باغي زندانيان کابو کړل . دا پېښه هغه وخت وشوه چې يوۀ زنداني د ږيرې خرييلو له يوې چړې ځان ته چاکو جوړ کړ او يو ساتونکى يې وواژۀ . د ساتونکي د ټوپک په ترلاسه کولو يې له زندان ساتونکو سره نښتې پيل کړې چې د وروستيو خبرونو ترمخه ٩ کسان پکې ووژل شول .
د څرخي پلۀ په زندان کې يوۀ ساتونکي وويل چې دوه پاکستاني زندانيان چې په وسلو يې ځانونه سمبال کړي و تر هغه وروسته ووژل شول چې ٥٠ تنو افغان سرتيرو زندان کلابند کړ او دغۀ بغاوت ته يې د پاى ټکى کېښود .
دغه کسان د څرخي پلۀ په هغۀ بلاک کې ساتل شوي و چې په دې وروستيو کې يو امريکايي هم پکې بندي دى . دغه امريکايي ، جانتن اديما ، د افغانانو په ځورولو ، نيولو او وهلو ټکولو تورن دى . اديما او د هغۀ دوه نور امريکايي دوستان په لس کلن قيد محکوم دي . ",د څرخي پلۀ په زندان کې بغاوت د ٩ کسانو په وژنې پاى ته ورسېد
481,,"
کابل : د ليندۍ ٢٧ ، ١٣٨٣
د ملگرو ملتونو د خوړو او کرهنې اداره وايي جرمني به په افغانستان کې د بغلان د بورې فابريکه د نژدې څلور نيم ميليونه ډالرو په مرسته رغوي .
د بغلان د بورې فابريکه چې له جغوندرو بوره جوړوي د افغانستان يوازينۍ فابريکه ده چې بوره توليدوي . خو د جگړو له امله زيان ورسيدلى او په تيرو ٢٥ کلونو کې افغانستان تل اړ و چې له بهره بوره صادر کړي .
د ملگرو ملتونو د خوړو او کرهڼې اداره ايف اې او په دې باور ده چې که دغه فابريکه ورغول شي نو د شمال په ولايتونو کې به د جغوندرو کروندې بيا وغوړيږي او کروندگر به يې په کرکيلې لاس پورې کړي .
دغه اداره هيله لري چې د جرمني په دغې مرستې به دوى ٢٠٠٠ بزگران وروزي . ",جرمني به په افغانستان کې د بغلان ولايت د بورې فابريکه بيا رغوي
482,,"
",
483,اېمل پسرلى,"
کوربه په ټيپ کې يوه پسته لويديځه نغمه وغږوله، زما پياله يې بيا له تورو چايو ډکه کړه، ورو- ورو يې د وره په لور ګام واخيست. پوه شوم چې دى هم زما غوندې د سفير صاحب راتګ ته لېواله دى. ساعت ته مې وکتل، پوره دوه ساعته تېر شوي وو، خو د سفير صاحب لا درک نه و، کوربه راته تر دغه وخته د سفير صاحب او د هغه د کورنۍ دومره خبرې کړې وې، چې ليدو ته يې نور تږى وم. د نړۍ په څو هېوادونو کې يې د سفير په توګه کار کړى و، په وروستي ځل په ملګرو ملتونو کې ټاکل شوى و، خو د حکومت تخته نسکوره شوه او دى د کار پر ځاى په امريکا کې سياسي پناه اخيستو ته اړ شوى و.
ما له ډېره وخته ارمان درلود چې د ده په څېر کس ووينم، په دولت او له ډيپلوماټيکو چارو خبر شم او د وطن پر وروستيو حالاتو ورسره خبرې وکړم.
له څو مياشتو راهيسې مې غوښتل چې په پوهنتون کې د خپل هېواد پر بهرني سياست يو څه وليکم، خو ماخذونه مې نه شول پيدا کولى. د سفير صاحب د ليدو چانس هيله راکړه چې له ډېرو خبرو به خبر شم، خـو هغه وځنډېد. کــوربه راتـه وويـل: ”د حــکومت لـوى مامورين پر خپل وخت چېرته نه ځي، د تشريفاتو او حکومت دارۍ يو اصل همدا دى، دا نو په دې پورې نه ده چې مامور برحال دى، که سابقه. په ټولو باندې دا خبره صدق کوي، البته په دې کې خو تر يوه ځايه د دوى مصروف ژوند هم لاس لري، خو سفير صاحب عموماً ډېر نه ناوخته کوي“.
د کوربه دا خبرې، لکه چې زما د تسلۍ په نيت وې، خو که رښتيا ووايم ما هم نه پوهېږم ولې داسې انګېرله چې لوړپوړي چارواکي بايد پر وخت رانه شي. يو وخت چا راته ويل چې که دولتي مامورين او عادي خلک يو ډول چال چلند ولري، نو بيا يې توپير په څه کې دى. شايد سفير صاحب اوس له موږ سره خپل توپير ته په پام سره ځنډېدلى وي. له کوربه سره خو يې پخه ياري وه، ليرې خپلوي يې هم سره لرله او له کله چې په امريکا کې سياسي پناه ته اړ شوى و، نو زما دې کوربه ورسره ډېره مرسته هم کړې وه.
د دروازې زنګ ووهل شو، زه بې اختياره له ځايه پورته شوم، له ځان سره مې وويل ولې؟ خو کار تر کار تېر و، ښه مې همدا وګڼله چې نور نو ولاړ ښه يم چې د سفير صاحب هرکلى وکړم. کوربه ژر- ژر د دروازې پر لور ورغى، پر ټول مخ يې موسکا خپره وه، د دروازې په خلاصولو يې وار له واره په زوټه وخندل. ما ويل په غېږ به پوښتنه کوي، خو ده لاس ورکړ او بيا يې پر مخ يو بل سره ښکل کړل. زه ځاى پر ځاى ولاړ وم او هڅه مې کوله چې زه هم وخاندم، خو نه پوهېږم ولې وارخطا غوندې وم، ما کله سفيران او لوى دولتي مامورين نه وو ليدلي.
د ښځو غږ هم و، خو ما غوښتل سفير صاحب ووينم. لومړى يوه ښځه راغله، څو څلوېښت کلنه به وه، خو ځوانه ښکارېده، يو اوږد سور کميس يې اغوستى و چې په اړخونو کې يې چاک درلود. دې ورو- ورو او په ناز ګام اخيست او تر زنګنو پورې يې سپينې پښې ښکارېدې. وروسته مې بيا ورپام شو چې جګ بوټان يې په پښو کړي وو، همدې بوټانو، لکه چې تګ ورته ګران کړى و، باړخوګان او شونډې يې سرې وې، د سترګو پاسنۍ برخه يې شنه او لکه ناوې ټوله سينګار شوې وه. د دې شا ته بيا دوې پېغلې وې چې کاوباى پتلونونه يې اغوستي، وېښته يې لنډ- لنډ پرې کړي او ورپسې يو زلموټى د نجونو په شان په ناز او ادا راروان و. د دوى شا ته سفير صاحب و، په ونه ټيټ، د سر وېښته يې ډېرکم شوي وو، غنم رنګى سړى و، چې پر سپين کميس يې سره نېکټايي او خړرنګې دريشي اغوستې وه.
مېرمنې او پېغلو راسره په سر ښورولو ستړې مشې وکړه، هلک هم سر راته وخوځاوه او تېر شو. سفير صاحب پاس کوټې ته کتل، کوربه ته يې په پاړسي وويل: ”بسيار عالى! چه رنګى زيبايى انتخاب کدين، ذوق عالى!“.
ما سفير صاحب ته کتل او په عين حال کې مې هڅه وکړه چې پاس هم وګورم، چې تر اوسه مې نه و ورته پام شوى. کوربه لاس زما خوا ته ونيو او سفير صاحب ته يې وروپېژندلم. سفير صاحب راته وکتل، لږ موسک شو. ما لاس وراوږد کړ، هغه روغبړ وکړ او بره خوا کښېناست. ما هم د کوربه له وينا وروسته د څوکۍ پر څوکه ځان ځاى کړ. پر دغې درې کسيزې څوکۍ د سفير صاحب مېرمن او يوه لور وخته لا ناستې وې. د ده بله لور او زوى موږ ته مخامخ کښېناستل، د کوربه مېرمن هم راپيدا شوه. بيا ټول ودرېدل، خندا شوه، په جګ غږ خبرې شوې، مېرمنو يو بل داسې سره مچولې، ته وا شونډې پرې امانت نښتې دي. په پاى کې د کوربه مېرمنې ما ته هم سر وخوځاوه.
په کوټه کې شور جوړ شو، کوربه او سفير صاحب سره غږېدل، مېرمنې له يو بل سره موسکې- موسکې کېدې، هلک او کشرۍ خور يې هم په خپلو کې په يوه ګرځنده ټيليفون لاس واهه او زه نه پوهېدم چې څوک څه وايي، خو پر مخ او تندي مې خولې راماتې وې. سفير صاحب ته مې کتل او د هغه په باب مې له ځان سره فکر هم کاوه. سفير صاحب له کوربه سره د خبرو پر وخت د کوټې چت ته کتل، دا ځل ما هم ورته کتل، تک سپين چت و، په منځ کې يې يو قنديل راځړېده، چې ګروپان يې لرل. پوه نه شوم چې سفير صاحب ته څه شى ”عالي“ و؟
پنځه شپږ دقيقې همدا حالت و، له هغه وروسته ما په سر ښورولو د سفير صاحب د حال احوال پوښتنه وکړه، هغه هم په خاصه موسکه خوله سر وخوځاوه. ورپسې يې له مېرمن او اولادونو سره په همدې ډول ستړې مشې، خواره مشې وشوه.
کوټه د څو شېبو لپاره غلې او کوربنه د چايو لپاره له خونې وتلې وه، سفير صاحب شا و خوا کتل، مېرمنې او مشرۍ لور يې په خپلو کې موسکې- موسکې کېدې او هغو نورو دوو بيا په ګرځنده ټيليفون لاسه واهه او خپلو کې يې پرې خبرې کولې. کوربه سفير صاحب ته بيا وروپېژندلم، خو دا وار يې تش نوم وانه خيست:
”دى نو له لندنه راغلى، سبا ته بېرته ځي، خو ما ورته وويل چې سفير صاحب هم نن شپه لطف کوي، دلته تشريف راوړي، هغه و چې ده هم په خوښۍ ستاسو انتظار وکړ!“.
مېرمن او مشرۍ لور يې په څوکۍ کې لږ وړاندې شوې، زما خوا ته يې وکتل، سفير صاحب هم زما پلو سترګې ونيولې او کشرۍ لور او زوى يې هم څو شېبې له ګرځنده ټيليفونه سترګې پورته کړې، مېرمن يې وويل:
از لندن؟
زه ورته موسک شوم، لکه چې په همدې ډول مې د هو ځواب وايه. خو کوربه زما پر ځاى ځواب ورکړ:
بلې! بلې! له لندنه، له انګليستانه راغلى دى. دى نو يو مستعده ځوان دى، په ژورناليزم کې ماسټري اخلي، زما د يوه محترم دوست زوى دى.
ټولو لا هم راته کتل، پر ما ماتې شوې خولې لا ډېرې شوې، موسک وم او لاندې مې کتل، سفير صاحب وويل:
ژورناليزم! بسيار عالی، ذوق خوبى دارين!
ما سر ورته وخوځاوه، ورو مې ورته له خولې راووتل: ”لطف مو دى!“.
کوربنه د چايو له پتناسه سره راغله، ټولو هغې ته وکتل، يو وار بيا په زوټه خبرې شوې، ښځو په خپلو کې په خندا- خندا خبرې سره پيل کړې، سفير صاحب هم وخندل او په زوټه يې وويل:
بي بي حاجي! چى يک قيماق چاى دارين، بسيار ديګه عاليست، چند روز پيش بسيار ديګه ياديتانه کديم.
مېرمن يې د سفير صاحب خبره تاييد کړه:
بلې! مسعود جان از لاس اينجلس قيماق اورده بود، ګفت به ياد بي بي حاجي يک قيماق چاى مې خوريم.
سفير صاحب د لاس اينجلس صفتونه پسې شروع کړل او د بي بي حاجي قيماق چاى هېر شو. په لاس اينجلس کې سفير صاحب پيتزه ډېره خوښه کړې وه، مېرمن يې ورته ويل چې په روم کې به پيتزه ښه وه. خو ده ورته ويل چې د روم په پيتزې کې سره بانجن ډېر وو. مشرۍ لور يې هم د پلار پر خوا وه، خو زوى يې د مور خبره منله. کوربه دواړو ته موسک- موسک کېده، د بي بي حاجي خوله هم له خندا نه سره ټولېده. له چايو وروسته د ډوډۍ پر وخت هم د بي بي حاجي د قابلي پلو ستاينې وشوې او د سفير صاحب پوخ کړى پلو هم ياد شو، چې څو ورځې دمخه يې د بي بي حاجي له يادولو سره يوازې خوړلى و.
ما وخت ونه موند چې د وطن پر روانو حالاتو د سفير صاحب نظر واخلم او يا پر ډيپلوماټانو او دولتي کارونو ورسره وغږېږم. يو وار چې کوربه د وطن څه وويل، نو سفير صاحب پغمان ياد کړ او د خپلې مېرمنې ذوق يې وستايه چې چرګان به يې ”عالي“ کبابول.
ماخوستن ناوخته چې سفير صاحب او کورنۍ يې بېرته پر خپله خوا رهي کېده، نو تر موټره ورسره ووتو، هورې د ده نوى بينز ولاړ و، چې کوربه ترې تاو راتاو شو او سفير صاحب ورته وستايه:
بسيار عاليست، چى کشى داره، بايد يک شب جاى بريم.
د سفير صاحب مېرمنې له بي بي حاجي سره مخونه بيا ښکل کړل، د بينز پر مخکينۍ څوکۍ کښېناسته، اولادونه يې شا ته وو او سفير صاحب په توکمې خپله ښيښه کښته کړه، لاس يې پورته کړ او په چټکۍ يې وځغاستل، لکه چې په رښتيا يې د موټر کش ښکاراوه، کوربه او بي بي حاجي تر هغو ورته ولاړ وو چې موټر يې له سترګو پناه شو. زه هم د ويرجينيا په هغې يخې شپې کې ورسره تم وم.
ناوخته چې پر کټ کې څملاستم، نو وږى غوندې وم؛ ډوډۍ مې سمه نه وه خوړلې، يو چا راته ويلي وو چې د دولت لوړپوړي مامورين لږه او په احتياط مړۍ خوري. خو د سترګو تر پټېدو وړاندې راياد شول چې سفير صاحب ډېره خوړلې وه او احتياط يې هم نه شو راياد.
٢٠٠٢/٠٤/١٠
لندن ايويټ وې ",سفير صاحب
484,پيرمحمد کاروان,"
سپينه سپوږمۍ د تورو تورو غرونو شا ته پټه
د غره پر دنګه څوكه لاس د پلوشو ښوروي
خداى پاماني كوي له ستورو سره
سړوكى باد د شوخ ماشوم په شان ټوپونه وهي
پلنې پاڼې د ګودر د چينارو ښوروي
هاغلته ليرې په خلوت كې د ډېوې رڼا ته
يو شيخ ولاړ د تهجد په لمانځه
د لويې مينې له خالقه سره مينه كوي
ما هم د غره تر شا له پټې سپوږمۍ
ما په خلوت كې له رپاندې ډېوې
او د سړوكي باد له شوخو څپو
الهام د مينې واخيست
زه هم په نيمه شپه له خوب راپاڅېدلى شاعر
تر اوو غرونو، تر اوو سمندرونو اخوا
د ناليدلي جانان ذكر كوم
په ناليكلي شعر كې فكر كوم.
۱۳۸۳/ سنبله/ ۳۰
كابل- خيرخانه
",ذكر فكر
485,پير محمد كاروان,"
يوه ملنګ راته په خوب كې دا خبره وكړه
اول د خداى له بنده ګانو سره مينه وكړه
بيا به په مينه د خداى مينې ته ورورسېږې
جانانه! تا ته دا خبره كوم
راځه له يو بل سره مينه وكړو
بيا به وزر پيدا كړو
د دوو سركشو ګوربتانو په څېر
د خداى د مينې دنګې څوكې ته به
په يوه ګډ پرواز كې ورسېږو.
۱۳۸۳/ سنبله/ ۳۰
كابل- خيرخانه ",د ملنګ خبره
486,ډاکټر محمد اکبر اکبر,"
خدايه! له تا څه غواړم؟
هسک مې راکه ستوري را
ځمکه کې مې سيوري را
لاره به ستا لاره وي
خو ما له ځما لوري را
جام کې د پېړۍ د جم
مخ د پښتانه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
اور يمه چرګۍ راکه
زخم له ککۍ راکه
يخه ده ړنده ايره
سترګه د سپرغۍ راکه
بخت د پخو ورځو يم
ټول درنه غارمه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
غېږه مې د ځمکې کړه
لوړه له اسمانه را
پرخه درېدو به شم
اوښکې د جانانه را
ځمکه جل وهلې ده
لپه کې اوبه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
برېښ مې د نظر پاله
هسک ته مې وزر پاله
غرمې د پولادو کړه
سر مې لکه غر پاله
زغم مې دې د تيږې شي
خو زړه د غوښې زړه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
ګوتې د ملهم راکه
ژبه د قلم راکه
خلاص مې کړه د زړه کتاب
مينه د ادم راکه
لاس د پېرزوګانو را
پروت يم پاڅېده غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
زور د غريبانو را
ورکړه د خانانو را
راکه د شهيد سينه
مټي د غازيانو را
مرګ د پښتانه راکه
ژوند د پښتانه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
اور په وږو وورېد
لوږه نه مري، وږي مري
ځمکو کې زيم سوى دى
جل وهلي تږي مري
چونګ کې دې اوبه راکه
لپه کې دې اوړه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
دا چې لوږې وپالي
مرګ ته هڅوي خلک
دا چې ړندوي خلک
دا چې کڼوي خلک
دوى درنه ړانده غواړم
دوى درنه کاڼه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
پوى يو چې له چا نه ده
لږه له شيطانه ده
ډېره له انسانه ده
دا نړۍ چې ورانه ده
لاس د عدل وچ مه شه
نور يې خوځېده غواړم
خدايه! له تا څه غواړم ",خدايه!
487,,"
",
488,ډاكټر محمد اكبر اكبر,"
خدايه! له تا څه غواړم
زور د غريبانو را
ورکړه د خانانو را
راکه د شهيد سينه
مټي د غازيانو را
مرګ د پښتانه راکه
ژوند د پښتانه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
اور په وږو وورېد
لوږه نه مري، وږي مري
ځمکو کې زيم سوى دى
جل وهلي تږي مري
چونګ کې دې اوبه راکه
لپه کې دې اوړه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
دا چې لوږې وپالي
مرګ ته هڅوي خلک
دا چې ړندوي خلک
دا چې کڼوي خلک
دوى درنه ړانده غواړم
دوى درنه کاڼه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
پوى يو چې له چا نه ده
لږه له شيطانه ده
ډېره له انسانه ده
دا نړۍ چې ورانه ده
لاس د عدل وچ مه شه
نور يې خوځېده غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
د فکر څرک
شنه سپرلي د ګل په خونه رادڅار کړې
د زخمونو خولې ککۍ د انتظار کړې
د ترخو سترګو د وروځو واکمني کړې
د برېښنا غشي له دې ليندو غوزار کړې
چې د زور او زر امبار ته نه ټيټېږي
ما له نېغو پښتنو بارخو نه ځار کړې
د ټيک بريښ ته د اوربل کوڅې رڼې شه
پلوشې د شپو په تورو اوږو بار کړې
د لمر سترګه د ډېوې کسوله ورکه
تورې شپې مو سپېدې چاودې د سهار کړې
د دې فکر څرک د هسک تر بلۍ بوځې
دا د قام د شاه زلمو د قدم لار کړې
د دې شپو د ببرڅڼو په پټکيو
د دې سپينو رڼو ورځو غله په دار کړې
چې پښتو يې په کورونو کې غوړېږي ",د فکر څرک
489,,"
",
490,پروفيسر ډاکټر خالق رشيد، کاناډا,"
هيلې د ژوندون نورې ژړا کې مري
اوښکې د جانان مې په خندا کې مري
يوه سلګۍ يې پاتې وه د زړه په سر
هغه هم راښکاري په ما و تا کې مري
کوم بُت چې بتګر په خندا ودروي
شور د ښکلا ګوره په مُلا کې مري
زه له لېونيو سره څه وکړم
هم په سپين سبا، هم په بېګاه کې مري
عمر مې مجنون شو رانه لاړلو
خداى خبر چې چېرې به په چا کې مري. ",غزل
491,علم ګل سحر,"
اوس مې شعرونو ته الهام دا ستا له سترګو اخلم
د جبرائيل د خولې کلام دا ستا له سترګو اخلم
دا ستا له سترګو بهر ويښ يم، لکه ستورى پاتې
درځم خوبونه ناتمام دا ستا له سترګو اخلم
دا ستا د ناز په توره مړ يم، سترګې خلاصې پاتې
چې په ځير ګورم انتقام دا ستا له سترګو اخلم
چې يو ځل وګورې په مينه، مينه، مينه ما ته
ګلې! همدغه يو انعام دا ستا له سترګو اخلم
په اينه کې د اوبو دې تصوير ورک شو رانه
د مينې ژوند ته مې مرام دا ستا له سترګو اخلم
په يوه ورکه پسې وخت لټوم، نه يې مومم
کله سحر، کله ماښام دا ستا له سترګو اخلم.
١٩⁄٥⁄ ١٣٨٣ ",د اوبو په اينه کې
492,علم ګل سحر,"
نظر مې شي ستومانه بېرته ستا رخسار ته راشي
بې کوره مسافر دى، نااشنا ديار ته راشي
په سترګو کې ځاى نه لري، په زلفو کې دې ورک شي
يو ستړى کليوال، تياره ماښام بازار ته راشي
د ژوند لوبه بايلي، خو په ګډا ځي د مرګ خولې ته
تش والوزي هوا ته، مرغۍ بېرته مار ته راشي
يتيم چې په ژړا شي، ميره بيا څپېړه ورکړي
ماشوم که څوک خپه کړي، په ژړا به پلار ته راشي
هندارې ټولې ماتې کړي، څو کاڼي دلته پرېږدي
يو څو لېونيان ووزي، يو څو بېرته ښار ته راشي
په کور کې څراغ نه لري، چې کښېني يې رڼا ته
چې توره شپه خوره شي، سحر ځکه يار ته راشي.
١١⁄ ٢⁄ ١٣٨٣
وزير اکبر خان ",غزل
493,علم ګل سحر,"
وينم له تا نه، لا ډېرې ښکلې
ډېرې سرې سپينې، ډېرې غلې
خو بې له تا نه، باور پرې وکړه
نظر مې نه شي په کومې بلې.
¡¡¡
زه پروت رنځور وم، تا د امساء· کړم
د مړو له ډلې تا راجلا کړم
تا خو له سره يو ژوندون راکړ
دغه احسان دې څنګه ادا کړم.
¡¡¡
سپوږمۍ ته لاس کړم، ستوري راشمار کړم
څو رانه مات شي، څو بند په تار کړم
دا به ستا وړ وي او که به نه وي
په دې سوچونو شپه راسهار کړم.
¡¡¡
سهار چې ولاړ شم، د ګلو بڼ ته
څو ستا په شانې ګلونه بېل کړم
د پرخو څاڅکي سره راټول کړم
چې تاته جوړ ترې ښکلى امېل کړم.
¡¡¡
خو لمر راتود شي او ورک شبنم شي
وړانګې له ګله پرخې پنا کړي
زه مې د خپلې بېوسۍ وير کړم
لکه يتيم چې څوک په ژړا کړي.
¡¡¡
د لمر شغلو نه لاسونه تاو کړم
وايم لمرونه ټول تاته درکړم
خو وړانګې نه وي، هغه هم ته يې
د عشق ګلونه ټول تاته درکړم.
",مات ستوري
494,,"
",
495,نذير احمد نذير,"
تا نه زېږېدلى يم، د تا په شيدو لوى ومه
ما مګر ته هېره کړې، خو ستا هماغه زوى ومه
لوى شوم د اولاد څښتن شوم، ته مې مورې پرېښودې
ستا د مرستې نه شوم، زه د نورو مرستندوى ومه
هره رشته، هر تړاو مې ځار له څو پيسو نه کړل
حرص وو د حلال او د حرام په جستجوى ومه
ته د نس په سر د دفتري ښځو مزدوره وې
تا ته شرمنده يم زه په دې خبره پوى ومه
راغلم درته شل او شوټ، تا بيا په غېږ کې ونيوم
ټولې دنيا پرېښودم ستا بيا هماغه زوى ومه. ",زوى
496,نذير احمد نذير,"
ستا لياقت نه لرم، ګرانې بېسواده يمه
زه د رقيب په وړاندي پاتې له جهاده يمه
زما ښايست، قوت زما سره کومک نه شي کړاى
ځکه بې برخې ستا د حسن له هر داده يمه
زما په رګ رګ کې بهېږي، لکه وينه مينه
بيا هم د خلکو په نظر ډک له فساده يمه
د مور مې زړه راباندې سوځي ارزښت نه راکوي
که هر څو زه يې هم له ډلې د اولاده يمه
خدای ته بنده له هر څه ګران وې نې هېرېږي خو زه
احساسوم چې د خداىY هم وتى له ياده يمه. ",بېسواده
497,نذير احمد نذير,"
په څلور لارې کې ولاړ وم، هر سهار ملګريه
ګوندې څوک راشي چې مزدور يې وي په کار ملګريه
هسې هم نه ده چې سواد مې نشته کار مې نه زده
هر څۀ مې زده دي،خو نصيب مې دى ډېرخوار ملګريه
تنها د ګېډې د دوزخ غم دى چې نه ډکېږي
تنها همدغه رانه ورکه کړله لاره ملګريه
څو کسان راشي، څو کسان مزدوران پورته کړي خو
ما ته ووايي چې همدا مې وو په کار ملګريه
په همدې تمه لس بجې شي د غرمې مهال شي
زه لا هماغسې ولاړ ومه وزګار ملګريه.
",مزدور
498,,"
",
499,سيد جيلاني جلان ځاځى,"
ستا يادونه مې ژوند سيورو سره ګرځي
زورور خو له کمزورو سره ګرځي
د موسکا د سپينو پاڼو وړ دې نه يم
آينې کله مختورو سره ګرځي
مونږه ومينځل د زړو پر ګلابونو
خو د وخت ښکلې له نورو سره ګرځي
هره شپه دې لټوم د اسمان چت کې
نظرونه مې د ستورو سره ګرځي
يوه ورځ به جلان هم د زهرو ژى شي
چې جانان دې زهرخورو سره ګرځي.
",غزل
500,عصمت الله زهير,"
ناست شاړو قبرو ته د رنګو سړى
اوسي په لمبو کې د اوبو سړى
ناز به دې څوک اخلي د وړو شونډو
ښار کې پاته نه دى د کيسو سړى
پرېږده د مقتل لارې ودانې سي
شو بې اعتباره د سجدو سړى
ژړ فصلو کې اوسو د خوږو دردو
کډه سو وختي د دې کوڅو سړى
ژوند ورپورې ټوکې ډېرې کړې دي
څوک دى بې څرمنې، بې لاسو سړى. ",غزل
501,عصمت الله زهير، پښين,"
څه پڅ تېغونه، يو څه تورې، يو يې سپر پاته دى
د يون سړى مې سو ستومان، يو څه سفر پاته دى
بيا مې دربولي د دار شوق ته منصورۍ سرکښي
هر څه مې لوټ سو، يو پښتو ده، يو مې سر پاته دى
دا چې لمبې پورې کوو د چنارو په کلي
په سرو سکروټو کې ګلاب دموږ وډر پاته دى
شناخت د قوميت تاريخ د باد سره راباد مې نه کي
پروني خلک، څه تعلق، څه مې ټبر پاته دى
د سپين مرغه د پال خوبونه د موږ هېر شو ”زهير“
اتڼ، دريه، دموږ پردي منګى ګودر پاته دى. ",غزل
502,عصمت الله زهير، پښين,"
ستا د نور د رڼا کور ته ماتې څنې نجلۍ ما ته
تخنوي ستاره بې خونده، سپينه ژيره ”خيام“ شا ته
دا چې ټال د رڼو څاڅکو جوړوي نازکې ګوتې
سْر و تال د سْوز و ساز دى، وير ژړا وړي و خندا ته
شلوي څوک کفن به ځانته د خوشبو له پېراهنه
بې خپړو مړوندونه، نه جوړېږي و دعا ته
رندانه ګناه مخمور کړ، کنې تور بې خوند ماښام و
کړم لاهو يې په سيندونو، مينځي ځان سپوږمۍ رڼا ته
ډک شکورونه د رنګونو، کنډولي ډک د شرابو
وي بې خوند مازيګرى مې د غمګين ماښام و خوا ته.
",غزل
503,سعادت,"
زموږ فطرت سپېڅلى، ډېر راته سپېڅلي ښکاري
ناوليو خلکو ته مدام خلک ناولي ښکاري
دا لېوني چې ماشومانو پسې منډې وهي
هغو ويشتلي په ډبرو دردېدلي ښکاري
شيخ په خوله وايي: الله هو دننه هېڅ نه لري
هغوى چې ډېر څه لري زړونو کې ډېر غلي ښکاري
وېرېږم مينه مې کمزورې نه شي نه درځمه
چې ورختلي ستوري کله ورته ښکلي ښکاري
څو غشي سره دي ”سعادته!“ د انسان په وينو
تازه له کوم نازکه جسمه راوتلي ښکاري.
٣٠⁄ ٣⁄ ١٣٨٣
کابل پوهنتون ",غزل
504,اجمل تورمان,"
چې له شرمه تکه سره شې
زه پوهېږم چې څه وايې
پېغلتوب دې راته ټوله کيسه وکړه
خو ارمان دى
چې حالاتو مې تړلي
د ځوانۍ دا شوخ لاسونه.
³³³
وېره
زه مې د قبر شناخته خپله ليکم
ځکه ډارېږم چې د وخت له وېرې
زما ژوندليک به
پښتو ونه ليکي.
³³³
د شنو سترګو رنګ دې راکړه
چې ژوندى شم
که نه
څنګه به سپرلى شم.
³³³
ډالۍ
تا به دعا کوله
چې خداى دې ماته کړه د زړه هنداره
راشه
قسمت په کاڼو ويشتې ده، اوس روغه نه ده
د افغاني کميس ټبر ته دې
ټوټې يوسه.
³³³
تکل
دا ستا د مينې غره ته
د ورختلو تکل ما کړى دى
نو ځکه ځکه مې د اوښکو رمه
پر مخ روانه ده
شپېلۍ
غږوم.
",تړلي لاسونه
505,سيف الرحمن، كابل,"
شپه نژدې نيمايي ته رسېدلې وه، اكرم د خپلې اوږدې ساه په ويستو له خوبه راويښ شو. حلق يې وچ كلك، سترگې يې سره نښتې وې او خپل بېواكه او مړاوي لاسونه يې د بالښته شا ته وټپرول. د اوبو پر جيك يې لاس ولګېد، راپاڅېد او څو غوړپه يې تر ستوني تېر كړل.
كله چې يې جيك بېرته پر ځمكه ايښاوه، نو غوږونه يې بوڅ كړل، يو څه يې تر غوږ شول، خپله مور او زوى يې تر نظر تېر كړل او كله چې پوه شو هغوى ويده دي، نو په بېړه راپاڅېد او له خونې څخه ووت.
دباندې د څوارلسم ښكلې سپوږمۍ د هغه سترګې وبرېښوولې. د كلي د سپيو پرله پسې غپا نژدې غوږونه كڼول.
پنځه دېرش كلن اكرم بزگر و او د كلي جومات ته څېرمه په يوه كور كې چې دوې كوټې يې درلودې، له خپلې سپين سرې مور او يوه اووه كلن زوى سره اوسېده. پلار يې په دې نړۍ كې نه و او ښځې يې هم د چنګاښ د ناورغۍ له كبله د مرگ په وړاندې ماتې خوړلې وه.
اكرم په داسې حال كې چې سترگې يې موښلې، د خپل كور په برنډه كې روان و، چې ناڅاپه غږ پرې وشو: ودرېږه!
د شپې په چوپتيا كې دا غږ دومره ډډ او وېروونكى و، چې اكرم يې سره ولړزاوه او دوه گامه شا ته لاړ. وروسته يې چې كله د غږ خوا ته مخ واړاوه، نو يو سړى، چې تور مول يې وهلى او ټوپك يې د ده خېټې ته نيولى و وليد. زړه يې په ټوپونو او په غوږو كې يې بونگ- بونگ جوړ شو.
خو اكرم حيران و، ځكه د اواز څښتن يې وپېژاند، خو له وېرې يې څه نه شو ويلاى. زړه يې غوښتل چې خپله ټوپكچه راواخلي او د دې سركوزي په خېټه كې د وينو لارې جوړې كړي، خو وسله وال ورته ويلي وو چې كه له ځايه وخوځي، نو مرگ به يې تر ستوني نيسي.
څو شېبې وسله وال او اكرم د بُت په څېر ولاړ او يو بل ته يې سترگې نيولې وې. دوى لا همداسې ولاړ وو چې له مخامخ خونې څخه چې اكرم په كې نژدې درې منه ترياك ايښي وو، دوه كسه چې هغوى هم تور مولونه وهلي او په داسې حال كې چې يو غټ دېګ يې په لاس كې نيولى و راووتل.
اكرم په داسې حال كې ځان ونه شو زغملاى او دا ورته يو ډول بې غيرتي ښكاره شوه، چې يو څوك دې ترې د سترگو په وړاندې كوم شى يوسي او بيا ترياك، چې من يې نژدې يو نيم لكو ته رسېدلى و. ځكه خو نو د كلي خلكو سره زر بلل.
غله له كوره د وتو په حال كې وو او هغه وسله وال، چې اكرم پېژندلى و، د پخوا په شان د ټوپك خوله د اكرم خېټې ته نيولې او پر شا تله. غله لا وتلي نه وو، چې اكرم پر وسله وال ورمنډه او چيغه كړه: ”برياليه!... ته خو مې د اكا زوى يې... د خداى...“
بريالى پوه شو چې ويې پېژندلم. تندى يې گونځي كړ، داسې لكه سترگې چې پټوي، د ټوپك پر ماشه يې بې واره گوته راښكله او د ټوپك له خولې يې څو ظالمې لمبې ووتلې، چې د اكرم په ښي تشي كې يې نېغې لارې وكړې. ",ترياك
506,,"
کابل : د ليندۍ ٢٨ ، ١٣٨٣
د ملگرو ملتونو له خوا په يوۀ خپارۀ شوي بيان کې رغلي دي چې ايران د افغانستان د اسلامي گوند د مشر گلبدين حکمتيار شتمنۍ کنگل کړي او وايي ښاغلي حکمتيار په ايران کې د خپلو شتمنيو په برکت په افغانستان کې ترهه گر اعمال کول .
ايران دا نه دي ويلي چې په څه ډول دغه پيسې له ايرانه افغانستان او هلته بيا گلبدين حکمتيار ته رسيږي .
گلبدين حکمتيار د طالبانو د حکومت له نړيدو وروسته له ايرانه وايستل شو . دۀ ته په پاکستان کې هم ځاى نه و او اوس د افغانستان له حکومت سره د مخالفتونو له امله پټ دى .
",ايران د يوۀ افغان مشر شتمنۍ کنگل کړې
507,,"
کابل د ليندۍ ٢٨ ، ١٣٨٣
د ولسمشر کرزي په غوښتنه هغۀ جوړ شوي کميسيون تر څو غونډو وروسته بالاخر نن ( شنبه ) د ګڼو شعرونو له کتاره د ډاکټر محمد اکبر اکبر نظم غوره کړ چې د ملي سرود په توګه ومنل شي .
دغه نظم به اوس ولسمشر کرزی ويني او وروسته که د بدلون اړتيا پکې نه ليده کيده نو په رسمي توګه به اعلانيږي .
د ملي سرود لپاره د غوره شوي کميسيون يوۀ غړي چې د خپل نامۀ له اخيستلو يې ډډه کوله وويل چې د ښاغلي اکبر شعر د مانا او اهنګ له پلوه غوره و .
د يادونې وړ ده جې ښاغلی محمد اکبر اکبر د افغانستان د کندز ولايت استوګن دی . دوی ګڼ کلونه د بي بي سي له پښتو څانګې سره په لندن کې د پروډيوسر په توګه کار کړی او نن سبا په کابل کې د روزنيزو چارو د يوې موسسې چارې پر مخ بيايي .
ښاغلی اکبر د شعرونو دوه ټولګې لري او د لنډو کيسو يوه مجموعه يې هم چاپ شوې ده . د ښاغلي اکبر پلار فاتح الملک ننګ يوسفزی هم د پښتو ژبې تکړه ډرامه کښونکی دی . ",د افغانستان د ملي سرود لپاره شعر غوره شو
508, ليكوال : سعادت حسن منټو,"
په باغ كې چې څومره ګلان وو ټول باغي شول. د ګلاب په سينه كې د بغاوت اور بلېده. د هغه يو- يو رګ د اورنيو جذبو غوندې غورځېده. هغه يوه ورځ خپله اغزنه غاړه راجګه كړه او له غور او فكره پرته يې خپلو ملګرو ته وويل : \""هيڅوك هم دا حق نه لري، چې زموږ له خولو څخه د ځان هوساينې ګټه واخلي __ زموږ د ژوند پسرلي زموږ لپاره دي او موږ په دې كې د هيچا ګډون نه شو زغملاى!\"". د ګلاب څېره د خواشينۍ له امله سوربخنه اوښته، پاڼې يې رېږدېدلې. د چانبېل په ونه كې ټولې غوټۍ ددې زوږ په اورېدو سره راويښې شوې او په اريانۍ سره د يوې بلې څېرې ته ځير شوې. د ګلاب مېړنى ږغ يو ځل بيا پورته شو : \"" هر ژوندي سرى د خپلو حقونو د ساتنې حق لري او موږ ګلان هم له دې حق څخه بې برخې نه يو. زموږ زړونه بېخي نازك او حساس دي. د تاوده باد يوه څپه هم زموږ د رنګ او بوى دنيا سوځولاى او ايره كولاى شي او د شبنم يو كوچنى څاڅكى زموږ تنده را ماتولاى شي. اّيا موږ د هغه زيږه باغوان د زيږو لاسونو تاب راوړلاى شو، چې پر هغو باندې د موسمونو بدلون هيڅ كوم اغېز هم نه كوي؟ \"". د موتيا ګل هلته بوغارې كړې \"" هيڅكله نه\"" د لاله ګل په سترګو كې وينې راغلې او ويې ويل : \""د هغه له ظلمه زما سينه داغي كېږي، زه لومړنى ګل يې چې د هغه جلاد پر وړاندې به د بغاوت بيرغ لوړوم\"". له دې وينا سره هغه له غوسې څخه و رېږدېد. د چانبېل غوټۍ اريانې وې، چې دا زوږ ولې پورته كېږي. يوه غوټۍ په ډېر ناز سره د ګلاب د بوټي خواته راپورته شوه او ويې ويل : \"" تا زما خوب را خراب كړى دى، اّخر ولې داسې په زوره- زوره چيغې وهې؟\"" ګل خيرو چې لېرې ولاړ د ګلاب په درنه وينا يې غور كاوه، وويل : \"" له څاڅكي- څاڅكي څخه درياب جوړېږي. كه څه هم موږ كمزوري ګلان يو، خو كه موږ ټول سره يو شو، نو هيڅ شك نه شته چې موږ به د خپل ځــان دښمن د پښــو خــاورې كړو. زموږ پاڼې كه خوږبويي پيدا كولاى شي، نو زهرجنه هوا هم پيدا كولاى شي ___ وروڼو! د ګلاب ملګري شئ او د ځان ګټه يې وګڼئ \"". له دې وينا سره هغه د ورورګلوۍ له جذبې سره د هر ګل خواته وكتل. ګلاب به څه ويل، چې د چانبېل غوټۍ پر خپل مرمرين بدن باندې په رېږد پيدا كولو سره وويل : \"" دا ټولې بې ګټې خبرې دي.... راشه ته ماته شعر واوروه، زه نن ستا په غېږه كې ويدېدل غواړم.... ته شاعر يې، پر ما ګرانه راشه، موږ بايد د پسرلي دا رنګينې ورځې په خوشو خبرو كې تېرې نه كړو او هغې نړۍ ته لاړ شو، چېرې چې خوب- خوب دى.... خوږ او بېغمه خوب! \"". د ګلاب په سينه كې يوه لمبه راپورته شوه، د هغه نبض زيات په غورځېدو شو. هغه داسې وګڼله چې ګوندې هغه كومې ژورې كندې ته څوړېږي. هغه د غوټۍ د وينا د اغېز د ايسته كولو په هڅه كولو سره وويل : \"" نه، ما د جنګ ډګر ته د ورتللو لوړه (قسم) كړې ده. اوس دا ټول داستان زما لپاره بې ګټې دى\"". غوټۍ د خپل تنكي بدن په اړخ اړولو سره په خوبوړې لهجه وويل : \"" اوه، زما ګرانه ګلابه! داسې خبرې مه كوه، زه ډارېږم ..... د سپوږمۍ شپو ته پام كوه.... كله چې زه خپلې جامې وكاږم او تر دغې روڼې فوارې لا ندې لمبېږم، نو ستا پر بغورو به د سوربخونې كرښې ماته څومره ښې ښكارېږي او ته به زما د زرو شونډې څنګه په لېونتوب ښكلوې..... پرېږده دا بې ځايه خبرې، زه ستا پر اوږو باندې سر ږدم او ويدېږم \"". او د چانبېل نازكه غوټۍ د ګلاب له رېږدېدونكي بغور (رخسار) سره ولګېده او ويده شوه ___ ګلاب نشه غوندې شو. تر څو شېبو پورې شاوخوا نورو ګلانو نارې وهلې، خو ګلاب راويښ نه شو....هغه ټوله شپه نشه و. سهار وختي باغوان راغى. هغه د ګلاب د ګل له ښاخه سره د چانبېل غوټۍ نښتې وليدله. هغه خپل زيږ لاس ور وړاندې كړ او دواړه يې پرې كړل ...... ",د ګلونو پلان
509,كوكو رشاد,"
ته يوګل وې د عــــــــــــــــــــــــرفان ورژېدلې
ته غمخور ددې اولس وكـــــــــــــــــــوچېدلې
تا ټول عمــــــــــــــــر و وقف كړى و اولس ته
ددې خلكو په غمــــــــــــــــــــــــوكي ربړېدلې
ستاوه هيله چي ټول خلــك فهميــــــده شي
شپه او ورځ ددوى لپـــــــــــــــــــــاره كړېدلې
تا د مرګ په ساعت هم فراغـــــــــــــت نكړ
تا پر وخت د زكنــــــــــــــدن پاڼي ليــــــكلې
د هيواد دعلم تــــــــــــــــــــاج د ادب ګل وې
رنځورانو ته د جهل لوى درمــــــــــــــــل وې
ته ددې ميني وتلى علامــــــــــــــــــــــــــــه وې
ددې سيمي د تيارو بله ډيــــــــــــــــــــوه وې
تا د علـــــــــــــــــــــــم تږي ډير دي اوبـه كړي
ته د پوهــــــي د سحرونو مجموعــــــــــه وې
تا په علم باندي پـــــــوه ډير ناپوهـان كړل
ددې خاوري د اسمان رڼه مشعــــــــــله وې
توره شپه كي دي دلمـــــر په شان رڼا كړه
د ايشيــــــــــــا د زړه منلى نابغـــــــــــــــه وې
د افغان د سيمي لوى عالـــــم پښتون وې
پښتونخــوا كي ته سپېدي د سباوون وې
ته ډيوه د فضيــــــلت وې ددې خـــــــــاوري
هم سينــا هم بيـــروني وې ټول دې واوري
ها چي نيم قرن يې خــــــــدمت كړ ودې ملك ته
د هغه په ياد به نن لا اسمـــــــــــــــــــان ژاړي
ليكوالان او اديبـــــــــــــــــان سره را ټول دي
دې نامور او مورخ ته جنــــــــــــــــت غواړي
ها د علم تاج چي نن ولاړى په ګور شو
د هغه په لوړ نامه به افغان ويـــــــــــــــــاړي
ستر استاد د پښتو ژبي حبيبـــــــــــــي ولاړ
لوى ليكوال او پوخ څېړونكى د دري ولاړ
20- 2- 1363 لمريز خيرخانه مينه كابل ", علامه ارواښاد عبدالحي حبيبي ته
510,باركوال مياخېل,"
يوه ورځ شېخ چلي په سيل ووت او تر ډېره لري پوري لاړ ، چي د ډېر مزل په سوب يې په پښو درد شو او د يوې وني سيوري ته يې دمه وكړه . چي ناڅاپه يې نظر تر غره لا ندي په پراته ځناور ولګگېده ، د شېخ چلي نظر كمزورى و، هغه داسي وګڼله چي ګوندي دغه ځناور خر دى ، خو هغه ځناور ببر شېر و، چې ښه ډېر خوراك يې كړى و، او ويده و، شېخ چلي راغى او د هغه پر ملا وركښيناست او تر دواړو غوږونو يې ټينـګ ونيو او د تـګ يې ورته وويل . ببر شېر چي دوه سړي يې خوړلي و، او په ډېر ژور خوب كي لاهو و، را ويښ خو شو ، خو ولي خوبوړى غوندي په نه زړه مخ په وړاندي روان شو. شېخ چلي د ببر شېر پر ملا ناست چې تر خپل كلي پوري ورسېد نو خلكو لـه كړكيو او دروازو څخه سرونه ورته راو ايستل چي ويې كتل نو د ټولو خلكو خولې لـه حيرت څخه وازې پاتي شوې، هغوى څه خبر و چې شېخ چلي دومره زړور سړى دى چي هغه يو سړي خور شېر د ځان غلام جوړ كړى دى او راوستى يې دى . د كلي خلكو دستي يو لوى قفس ورته راوړ او مخ ته يې ورته كښېښود ببر شېر قفس ته ننووت او ويده شو. شېخ چلي هم ورغى او د ببر شېر تر څنـګ پرېووت ځكه هغه ته هم خوب ورته ، خو خلكو هغه لـه قفسه راويوست او پر خپلو اوږو يې اوچت كړ. "" تاسو زه په كومه خوښي كي پر اوږو اخيستى يم ؟ .
شېخ چلي په پرېشانۍ سره پوښتنه وكړه . خو چي كله خلكو هغه ته وويل چي تاببر شېرنيولى دى ، نو شېخ چلي د ببر شېر د نوم په اورېدو سره بې هوشه شو. خلكو د هغه په هوش كي د راوستلو هڅي پيل كړې ، ټولو داسي ګڼله چي ګوندي شېخ چلي لـه خوښۍ نه بې هوشه شو. سمدستي د شېخ چلي د زړورتيا لـه دې كار نه پا چا خبر شو ، پا چا دستي خپل وزير ته حُكم وركړ ، چي زموږ په هيواد كي دومره زړور سړى شته نو ولي يې موږ د ملي لښكر سر لښكر ( د مخ سړى ) نه جوړ وو ، لنډه دا چي شېخ چلي يې په ډېر عزت و احترام سره د لښكر مشر وټاكه ، اوس نو شېخ چلي هم دومره كم سړى نه و، دده د دومره عزت په سوب د دربار نور كينه ګر درباريان ډېر سوځېدل ، دغو درباريانو په ګډه يو پلان جوړ كړ اود پاچا غوږونو ته يې دا خبره ورسوله چي پاچا سلامت د هيواد پوله ( سرحد) نه ده ساتل شوې او د څنګلوري ( ګاونډي) هيواد پاچا اكثره ير غل كوي او زموږ هيواد او خلكو ته زيانونه رسوي. ددې د مخنيوي لپاره همدا وخت دى . ماشاء الله ستا د لښكر مشر شېخ چلي هم ډېر زړور او قوي جنګيالى دى . ته خپل فوځ دده په مشرۍ كي د هيواد پولي ته ولېږه، انشاء الله د سر لوړۍ اوګټي وياړ به تر لاسه كوي او راځي به . پاچا چي د دوى داخبري واورېدې نو خورا زيات خوشاله شو، شېخ چلى يې راوغوښت او ورته ويې ويل : چي ستا دزړه ورتيا سهي امتحان به اوس وي . ته زموږ فوځ لـه ځانه سره د هيواد پولي ته بوزه او د څنګلوري هيواد لـه پاچا سره جنـګ وكړه .
په دې مهال كي د هيواد ځينو غدارانو د دښمن هيواد پاچا ته خبر ور واستاوه ، چي ستا پر هيوادباندي ير غل كېدونكى دى، ته لـه خپل دوه ګون فوځ سره د خپل هيواد پولي ته ځان ورسوه او جنـګ ته ځان تيار كړه .
اوس نو څه و د دواړو ډلو فوځونه په وسلو بار د جنـګ په ډګر كي سره را ټول شول . شېخ چلي ته نه وه څرګنده چي جنـګ څه شى دى ، هغه كله هم د جنـګ حالت يا څېره نه وه ليدلې، ځكه هغه په خوښۍ سره پر خپل اس باندي تر ټولو مخكي مخكي تلى ، ناڅاپه يې نظر د جنـګ په ډګر كي څلورو خوا وو ته د ام په لګېدلو ونو وښنوت . د ونو په څانګو پوري پاخه پاخه امونه راځوړند و، اوس نود شېخ چلي خوله امو ته اوبه اوبه كېده . هغه نه يوه كړه نه بله سمدستي يې د امو ونو ته غشي ور خطا كړل ، كله چي امونه را ولوېدل نو هغه خورا په خوند سره د امونو په خوړلو بوخت شو.
اوس لږ فكر وكړئ چي د دواړو هيوادو فوځونه په وسلو بار مخامخ جنـګ ته تيار ولاړ دي ، خو د فوځ مشر شېخ چلي د امونو په خوړلو بوخت و، ځينو خلكو چي دغه منظر وليد نو ويې خندل او ځيني پر دښمن باندي د يرغل كولو لپاره ولاړ و.
تر دې منځ شېخ چلي ته ددښمن فوځ په سيمه كي يوه بله د ام ونه په نظر ورغله . ده چي د امو د راغورځولو لپاره كوم غشى د ام وني ته ورخطا كړ نو هغه مخامخ د ام په ونه كي لګېدلې د شاتو د مچيو پر ځاله ولګېد. د شاتو مچۍ لـه خپلي ځالي نه په ډېر زوږ او بوڼېدو سره را ووتې او هغو د دښمن فوځ په چيچلو چيچلو سره چيغو او بوغارو ته اړ ايست . ټول فوځ سره وشيندل شو ، ځيني خلكو د افسوس اظهار كاوه او د اوبو په تالاو كي ډوب شول او پاتي يې د ناكامۍ بېرغ په لاس مخ پر شا و تښتېدل د شېخ چلي فوځ چي دغه حالات وليد نو په اسانۍ سره يې پر دښمن هيواد قبضه وكړه او دښمن پاچا يې ونيو او لاس تړلى يې د خپل هيواد پاچا ته راوست .
اوس نو څه وو چي په ټول هيواد كي د خوښۍ نغمې اوسندري زمزمه كېدلې ، پاچا نژدې و چي لـه ډېري خوښۍ نه لېونى شوى واى ، د ټولي سر لوړۍ د ستار ( پټكى ) يې شېخ چلي ته ور وتاړه ، او شېخ چلي يې د هيواد واكمن كړ، د هيواد تر واكمنېدو وروسته شېخ چلي كوم بل هيواد ته وتښتېده ، ځكه هغه ته څرګنده وه چي د هري ورځي دا بې عقلي هغه ته د سر لوړۍ د ستار نه شي ور په سر كولى .
د پالنې مجلې له پنځمې ګڼې څخه په مننه ",شېخ چلى (فولكلوريكه كيسه)
511,,"
",
512,,"
ارواښاد استاد علامه عبدالحى حبيبي
په كندهار كښي د احمد شاه با با د زمانې راهيسي د كاكړو يوې مشهوره كورنۍ افغاني ټولني ته ډير درانه پوهان او ستر روښان فكران وړاندي كړي چي د هغو دجملې څخه يو هم ارواښاد عبدالحى حبيبي صاحب و . ښاغلى حبيبي صاحب د عبدالحق كاكړ كندهاري زوى په ديارلس سوه اته ويشتم هجري سپوږميز كال كښي د كندهار په لرغوني او باستاني ښار كښي وزيږېد .د ارواښاد د مادي ژوند نسبي ښه حالت هغه ته اجازه وركړه چي د هغه وخت په ښوونځيو كي تر پنځم ټولګى پوري زده كړه وكړي او كله چي په ديارلس سوه شپږم لمريز كال كي د ښووځى څخه فارغ شو نو د ښوونكي په توګه مقرر شو . څرنګه چي محبوب استاد د پياوړي استعداد خاوند و نو ډير ژر يې په ليكلو او شعري پارچو پيل وكړ .
په پښتو ژبه كي د ادبياتو د تاريخ ليكنه تر ټولو لومړى ارواښاد استاد علامه حبيبي صاحب پيل كړې ده ، په ديارلس سوه دولسم لمريز كال كي چي دى په كندهاركي د طلوع افغان د جريدي مديرو ، په هغه جريده كي يې د پښتو ژبي شاعرانو پېژندګلوي ته دوه خاص ستونه
خاص كړل . پياوړي استاد د پښتو ادبياتو او د پښتو ژبي د تاريخ په روڼولو كي ډير ستر موفقيتونه ګټلي دي او د لويي برخي خاوند دى . ددې كار اغاذ او ادامه تر ډيره حده دده د همت او زحمت د وجي دده د قلمي او علمي خدمت پله يې ډيره درنه كړې ده . او همدا راز ارواښاد د ادب د دنيا خوري وري څانګي راټولي كړي او دنوي پوهي په رڼا كي يې د هنر او د ادب و مينه والو ته ډالۍ كړي چي په دې كار سره يې د لرغوني هيواد د تاريخ اصلي جوهر او تاريخي وركي زېرمي رابرسيره كړي او په خپل بي پايه هاند او هڅو يې څه د پاسه يو سلو دو ديرش ډير مهم شتمن تاريخي او ادبي اثار ليكلي او يا خويې پر هغو داسي سريزي ورزياتي كړي چي واقعا يې د نامالومو ادبي ، تاريخي او تصوفي اثارو زيرمي خلكو ته روښانه كړي.
لوى استاد نه يوازي داچي د مطبوعاتو په روزنيز اړخ پوه و بلكي عملا يې دغه لاره پاللي او ټينګه تعقيب كړې ده په تېره بيا د ملي ژبي پښتو د احيا او پرمختيا كښي دده هڅي خورا درنې وې ، نه يوازي دا چي دى په پښتو ژبه كي يو پياوړى ليكوال و بلكي په فارسي ژبه كي هم يو پوخ ليكوال و او په دواړو ژبو كي ډير مهم او پاخه اشعار لري او د دواړو ژبو يو خوږ ژبى شاعر او ادبي ليكوال و سربيره پردې چي قدرمن استاد د پښتو او فارسي ژپو يو پياوړى ليكوال و خو ده په انګليسي ، عربي او اردو ژبو كي هم لوى لاس درلود .
پياوړى استاد په خپل ژوند كي يو لړ ارزښتناكه دندي هم تر سره كړي دي چي نوموړي په ديارلس سوه اووم هجري لمريز كال كي د طلوع افغان د جريدې مرستيال او وروسته تر درو كلونو د هغې جريدې مسوول شو او همدا راز اروښاد د پښتو ټولني لوى مدير ، د طبوعاتو د مستقل رياست مرستيال ، د پوهني د وزارت مشاور ، د كندهار د پوهني ريس ، په چمن كي د تجارانو وكيل ، د ادبياتو د پوهنځى ريس ، د كابل مجلې مسوول چلوونكى ، افغانستان د تاريخ د ټولني ريس او د كابل په پوهنتون كي استاد پاته سوى دى .د افغانستان د تاريخي خاوري او دكندهار د فرهنګي او باستاني بېدياوي ددې علمي او ادبي شخصيت علمي ، تاريخي ، ادبي ، ژبني او ټولنيز ميراث به د افغانستان د خپل اولس او د هنر او ادب د مينه والو په منځ كښي د يوه مدني ميراث په توګه تر نسلونو نسلونو پوري په ډير ارزښت او درنښت سره پاته وي .
د ادب ډيوه مړه شوه

20- 2- 1363 لمريز خيرخانه مينه كابل ",د پښتو ادبياتو د تاريخ ليكلو بنسټ ايښوونكى ( علامه حبيبي )
513, حيات الله رفيقي,"
كه په دقيق ډول يو اثر او يا يو هنري پديده وكتل سي په حقيقت كي به هغه د شكل او مضمون د وحدت نتيجه وي چي ددوى په منځ كي د هنري ارتباط كړۍ يا مزي را ټينګوي . لكه چي د ټولنيزو او ادبياتو يو پوه ( فيستر) په خپل كتاب (ضرورت هنر در روند تكامل اجتماعي) كي ليكي چي د مضمون تر منځ نه شلېدونكي يوالى په ډير قوت موجود دى .
او هغه څه چي موږ په اثر كي ورته شكل وايو د محتوا يا مضمون د مادي حالت يو تعادل راښيي ، چي دا تعادل بيا ډير وخت تغير كوي ځني وخت په نامحسوس ډول او كله بيا د عمل په شدت سره ضديت پيداكوي زوړ شكل د منځه وړي او يو نوى شكل رامنځ ته كوي ، خو لكه څنګه
چي پورته اشاره ورته وكړل سول د شكل او مضمون تر منـــــــــــــــــــــــــځ نه جلاكېدونكي اړيكي موجودي دي . دا پيوستون ، اړيكي او انډول لاپخوا د پښتو ژبي تكړه شاعرانو راوړى او ذكر كړى دى چي يو ښه مثال يې د پښتو ژبي وتلى شاعر كاظم خان شيدا دى ، دى پدې هكله باندي داسي وايي:
مضمون د شعر لكه پيكر دى رنګين الفــــــاظ يي رخت او زېور دى
ورته ضرور دي دا دواړه څيـــــــــــزه پيكـــــر كه هرڅومره دلربـــــا تــــر دى
په دغو ابياتو كي كاظم خان شيدا دا موضوع په عملي ډول څونه په ښه ډول ترسيم او انځور كړېده .
خو دلته داهم بايد په نظر كي ولرو چي هر اثر د خپلي چټكي ودي په نتيجه كي شكل اړه وي خو مضمون بيا د شكل ټاكونكى ګرزي
چي بيا هم ددوى دواړو اړيكي يو د بله لازم او ملزوم دي چي په اصل كي دا ، انډول او اړيكي د ساده او لومړنيو پېژندګلويو په نتيجه كي په ښه ډول راڅرګنديږي خو په هر صورت پدې هكله باندي د ادبي پوهانو نظريات يو ډول نه دي چي ځني پوهان وايي چي په هره پديده كي د مضمون په پرتله د شكل موجوديت ځنډنى او د مضمون د تكامل څخه وروسته دى .بايد چي شكل او محتوي د هري پديدې يو متعادل او متناسب حالت رامنځ ته كړي ، مګر مضمون ګړندى مخ كي دى خو شكل بيا وروسته او اخيرنى دى چي ددوى تر منځ يعني د شكل او مضمون تر منځ تضاد رامنځ ته كيږي .
نو همدا سبب دى چي نوى مضمون يا نوي محتوا د خپل ځان د هويت د څرګندولو دپاره و يوه نوي شكل ته اړتيا لري چي د تضاد قانون په لحاظ زوړ شكل نور له منځه ځي او يو نوى شكل اختياروي . چي دا مسئله هم د پښتو په اشعارو كي ښه او په څرګنده توګه ليدلاى سو . كه موږ د پخوانيو شاعرانو وڅېړو هلته به راته څرګنده سي چي ځنو شاعرانو په اشعارو كي د شكل د رويه په هغه وخت كي داسي الفاظ راوړي دي چي اوس يا هغه د استعماله لوېدلي او يا پكه ښكاري چي اوس هغه خپل هنري خوند او ښكلا د لاسه وركړې ده او هم يې د محتوا او شكل د رويه تعادل نه دى مراعات كړى . يعني شكل يې وروسته پاته معلوميږي او محتوا يې تر شكل قوت ناكه او ځواكمنه راغلې ده . او هم يې د ټولني په لحاظ د شكل او مضمون تر منځ تضاد ليدل كيږي چي د ټولني غوښتنه نه ده پكښي مراعات سوي .
د يوه بل نظر خاوند يعني د فرماليزم د مكتب پلويان بيا د مضمون په پرتله زياته پاملرنه و شكل ته كوي .
مګر ځني نور بيا د شكل په نسبت و محتوا يا مضمون ته په زيات اهميت قايل دي . دغه دواړه ډلي د اثر د شكل او مضمون د ارتباط او انډول څخه منكر دي او دا نظر كورټ ترديده وي او ني مني .
ځني بيا د خاصو شرايطو او چاپيريال تر تاثيراتو لاندي د هنري اثر مضمون ته پاملرنه نه كوي او بله ډله بيا وايي چي بايد په هنري پديدو كي خصوصا په شعر كي فورم يا قالب ته جدي او هر اړخيزه توجه وسي ځكه چي د قالب د هنري اړخ يعني د ښكلا له لاري كولاى سو چي محتوا يا مضمون په ښه ډول څرګند او ولېږدوو .
خو په واقعيت كي د نوي او اوسني ادبياتو پوهان د پورته نظرياتو كمواكي په ګوته كي او وايې: په هر هنري اثر كي كه يو اړخ يعني شكل او بل اړخ يعني مضمون يو نسبت و بل ته كمواكه او يا بل وهغه بل ته ځواكمن وي او يا يې ځواكمن كړي دا به د هغه اثر هنر او ښكلا ته سخت زيان ورسوي خو په دې شرط چي ددوى په منځ كي منطقي يوالى موجود وي نو ځكه دا خبره ډيره مهمه ده چي د دواړو طرفو موجودګي لازم او ملزوم ده .كه چيري داسي وسي چي په يوه اثر كي چي شكل د موضوع څخه ليري سي او يا يې اهميت په نظر كي ونه نيول سي په حقيقت كي به هغه اثر مړ وي او يا به خوشي او عادي خبري وي او همداسي د مضمون يا محتوا په برخه كي ، نو دلته ددوى د تعادل د منځه ځي او هغه هنري ارزښت چي موږ و شعر ته قايل يو نو هغه نه پكښي پاته كيږي او كه داسي وسي چي په يوه اثر كي دواړه خواوي په نظر كي ونيول سي مګر د قالب او شكل پله يې درنه وي مګر د مضمون او يا محتوا پله يې څه سپكه وي خو د مضمون نيمګړتيا يې بيا قوي شكل ورپوره كولاى سي ځكه چي هنري اړخ يې كه زيات وي نو كولاى سي چي مضمون د هنر په ډګر كي وځلوي او يو هنري ارزښت تر لاسه كړي په مجموع كي ددې يادوني اصلي هدف به داوي چي په هنر كي هڅيال اړخ ډير مهم او د قدر وړ دى او بايد ليكوال او شاعران دې ټكي ته پوره توجه وكړي .
خو په اخير كي بايد دا خبره څرګنده سي چي د تاريخ په اوږدو كي د شكل د پلويانو نظريات او د مضمون د پلويانو نظريات د اوسني وخت د اديبانو او څيړونكو له خوا څخه رد او د منلو وړ نه دي او دغه څيړونكو داسي نتيجه لاس ته راوړې ده چي شكل او مضمون يو له بله نه جلا كيدونكي دي او كه چيري يو له دغه دواړو څخه له نظره وغورځول سي نو د اثر موجوديت تر پوښتني لاندي راځي . نو ځكه څيړونكي ، ليكوالان او شاعران پدې باندي ډير ټينګار كوي چي شكل او مضمون يو له بله د سكي دوه مخه دي كه يو مخ يې نه وي نو سكه د چلند وړ نه ده كوټه بلل كيږي . نو ليكوال او شاعر ته دا ضروري ده چي د اثر دواړه خواوي يعني شكل او مضمون داسي تر نظر لاندي ونيسي چي ددوى په منځ كي انډول بر قراره وي . خصوصا په نظم يا شعر كي . ",د شعر د شكل ا و محتو ا تر منځ ا ړيكي
514,علي احمدكهــــــــــــــــزاد,"
تل د ژبو څخه اوريدل كيږي او همدارنګه په مقالو كښي وايو چي افغانستان د پنځه زره كلن مدنيت او تاريخ درلودونكى دى . دغه خبرو تر تيرو څو كلو پوري تر ډيره حده پوري نرري اړخك درلود او پر نقلي اقوالو او يو څه برخه د اريائي سرودونو يا نيمه تاريخي يا نيمه افسانوي اسطورو او داستانونو باندي ولاړه وه مګر د تيرو پنځو شپږو كلو څخه راپه ديخوا زموږ دغه اتكا علمي جنبه پيدا كړه په يوه نقطه كښي د افغانستان په يوه غونډۍ چـي د(منډيګك) په نامه ياديږي داسي شواهد په لاس راغلي دي چي د پنځه زره كلن تاريخي مراتب او قبل التاريخ د افغانستان د اسېدونكو ګوښي په اثبات رسوي.
منډيګك عبارت د يوې تپې څخه ده چي د جلګه څخه (31) متره لوړوالي لري او د كندهار په شمال غرب كښي د (50) كيلومتري په فاصله كښي د كشك نخود په علاقه كي او د شاه اغا غرو ته نژدې موقعيت لري .
كه په يوه ډير پراخ چوكاټ كي يې راواخلو دغه غټه تپه د دغو دوو رودونو لكه هلمند او ارغنداب د منځ په حوزه كښي واقع ده او دغي تپې ته نژدې د كشك نخود رود يا مانده تيريږي چي يو سېلابي رودخانه ده او عموما دغه وچه وي او كله كله په باراني وختونو كي طغياني شي .
د منډيګك د غونډۍ ننى موقعيت په يوه داسي منزوي منطقه كښي انسان په حيرت كش اچي مګر په قبل التاريخ دورو كي دغه حتما د قافلو د مسير پر سر لاري كي د دوو رودخانو قرار درلودى او په مجموعي توګه ټوله هغه كښتنۍ ساحه چي د دغو دوو غټو رودونو لكه هلمند او ارغنداب حوزه
تشكيلوي په قبل التاريخ دورو كي په افغانستان كي يو د ژوند د مهمو مراكزو څخه شمېرل كېدل .
د كيندنو د كارد شروع څخه بيا تر ختمېدو پوري چي څو ورځي مخكي د ( موسيو كوزال ) چي يو فرانسوى لرغون پوه او د قبل التاريخ آثارو متخصص دى د خوا څخه اعلام شول يوولس (11) ځلي لمنداره كيندني د منډيګك په غونډۍ كي تر سره شوي او (15) پوړه آبادۍ د مختلفو تاريخي دورو يو په بل پسې كشف سوي . د منډيګك د غونډۍ (31) متره لوړوالى په حقيقت كي د پنځلسو آباديو د راټولېدني صورت اخستى دى چي د (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد په دوران كښي يو پر بل آباد سوى دى نو په دې توګه (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد (13) پوړه آبادي يو پر بل باندي په مختلفو دورو كښي منځ ته راغلي دي او د (2000) كلو څخه راپديخوا دغه تپه متروكه پاته سوې ده او په بل عبارت سره د افغانستان د اسلامي تاريخ په ټولو ادوارو كي دغه تپه غير مسكوني پاته سوې ده او تر دې حده چي (600) كاله مخكښي تر اسلام ژوندانه خپله كډه ددغي تپې څخه ټوله كړې وه او ددغي تپې د آبادي دوام ټوله (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد پوري اړه لري .
د كندهار د منډيګك د ميلاد نه مخكي مدنيت ټوله د برونز (مفرغ) په دوره پوري اړه لري ځكه چي ددغي تپې په اخري اشغال يا نيوني كښي د ژوندانه او آبادي داسي شواهد د تپې د مخ څخه په لاس راغلي دي . دغه اثار د اوسپني د دورې د اثارو څخه يو ډير كوچنى او ناچيزه شيان دي چي لاس ته راغلي دي چي د ديوالو دابادۍ طرز پخسه يي دى بنا هغه خلګو چي په كراره كراره سره د منډيګك په تپه كښي ژوند كوى د هغو ټولو ژوند د اوسپني عصر څخه دمخه و او د منډيګك تپه علي العموم ددي تپې او منطقي د اوسيدونكو د تحول مراحل د مفرغ دوره معرفي كوي .
د منډيګك د تپي د اشغال د اولي مرحلي څخه چي پوره (5000) پنځه زره كاله تيريږي ډير لمړني شواهد او اثار په لاس راغلي دي چي عبارت دي د ډبرينو بسيطي ادواتو او د حيواناتو د هډوكو څخه . د لمړني اشغال او د پنځلسم اشغال په مابين كښي د هلمند او ارغنداب د حوزو اوسيدونكو د ژوندانه د تحول مختلف پړاونه ترسره كړي دي لكه: خښته يې اختراع كړل او بيا يي لمر ته وچه كړل او د كورو په جوړولو كي چي ديوالونه به يي دخښتو څخه جوړول مشغوله شوي دي او په كراره او ترتيب سره د خاورينو لوښو خاوندان سوي دي او ددغو لوښو د خميره څرنګوالي او نوعيت كرار كرار فرق كړى او ښه كيدل تر دې حده چي نقشي او رنګ سوي لوښي چي د حيواناتو او مرغانو عكسونه (چي هغه مخصوص د هغو د ميلاد نه مخكي دورو وه اونن ورځ يې نسل د منځه تللى دى ) باندي رسم سوي وه منځ ته راغلل . د منډنګك په تپه كښي د ژوندانه مراتبو لمړى نيم زراعتي او نيم كوچي جنبه درلودل او وروسته هلته مسكوني او مستقر ژوند راښكاره شو او د پخسي په ذريعه سره آبادۍ شروع سولې او وروسته بيا خښته منځ ته راغله چي تر اتمي او نهمي مرحلې پوري يي دوام وكړ او همدارنګه تيكري او سفالي لوښي نور هم ښه سول او په اتمه او نهمه مرحله كښي د تپې اشغال و خپلو عالي مدارجو ته ورسيده او ددغو مرحلو لوښي د (كويټي بلوچستان) د ميلاد نه مخكي لوسو سره څه نا څه شباهت لري .
فلزي شواهد (مس، مفرغ) د تپې د اشغال د شپږمي مرحلې وروسته په سترګو شوى دي او دهغې مشهوري كيمياوي تجزيې له مخي چي د (140) نمبر كاربن پر اصولو ولاړه ده او د امريكا په متحده ايالاتو كښي تر سره سوې ده د منډيګك د تپې ددغي مرحلې ژوند د ( 2625) مخكي تر ميلاد كلونو سره سر خوړلى دى .پسله دې چي د منډيګك د تيې د اتو مرحلو د عمراني موادو تراكم په كافي اندازه سره وو په حدود كي د (20) مترو د خپلي جلګه څخه لوړه سوې وه او يوه بله مجلله دوره و منځ ته راغلې ده چي عمراني شواهد يي د يو غټ عمارت په شكل سره چي غټي پايې لري او د خښتو څخه جوړ سوي دي نظر يې جلب كړى دي . ددغه شان عمارت وجود دمخكي تر ميلاد په دريمه زريزه كي د لرغون پوهانو د حيرت سبب ګرځېدلى دى .د منډيګك په تپه كي سربيره پر نقشي او خاورينو رنګ سوو لوښو چي د مرغانو او حيواناتو عكسونه به پر رسم سوي وه د حيواناتو كوچنۍ مجسمې او په خاصه توګه د ښځو هيكلونه هم كشف سوي دي چي د (الهه مادر) يا بغ بانو په عبادت او پرستش پوري مربوط دي . د يوې مجسمې په غاړه يو امېل يا ګلو بند دى چي په ځنځير كي دى او ددغي مجسمي دگ دوو سينو په منځ كي حريزي او نور زيورات تر سترګو كيږي . ددغو زيوراتو شته والى د دريمي زريزي په اواخرو او د څلورمي زريزي په شروع كښي د ارغنداب د سيمي د تاريخ نه مخكي مدني ژوندانه د پراخوالي مرتبې را په نښه كوي چي د افغانستان اوسېدونكي او د (موهنجوډيرو) د سند د حوزې اوسېدونكي يو شان د ژوندانه مرتبې د ميلاد نه مخكي په (5000) كلونو مخته پى كړى دى او امكان لري چي د منډيګك تپه د ژوندانه د ميلاد نه مخكي زاړه مراتب را ښكاره كړي .
ليكوال: علي احمدكهــــــــــــــــزاد
ژباړه: ضيا الرحمن رحمانــــــــي",منډيګك ١٣ ځله يو پر بل باندي آبادي د پنځه زره كلن ژوندانه تاريخ
515,نوراحمد فطرت ، چمن,"
١٨- ډسمبر -٢٠٠٤ چمن ( سهيلي پښتونخوا)
نور احمد فطرت
حجاج بن يوسف
د خلافت اموي په حكامو كي تر حجاج بن يوسف څخه زيات هيچا ته زيات شهرت حاصل سوى نه دى مګر دا شهرت يا مشهوري په عدل او فيض كي نه وه بلكي په سياست او قهر كي وه. په تاريخ اسلام كي د حجاج قهر د قتل په ډول استعمال سوى دى. پياوړى مبارز قاضي ملا عبدالسلام اڅكزى بابا فرمايي :
پكه ځه خپلـه ورسته هندوانه واخهكډو سر لياقت نه لري د تاج
د دارا سره ملګرى سوې بې ننګه سكندر دي په خيال درغى حجاج
د يزيد بن معاويه څخه وروسته يا د يزيد د مرګه وروسته د اموي سلطنت خانه خرابه سوې وه. حالات يې د نېست برابر جوړ سوي وه دغه هم حجاج و چاچي په خپلـه بې پناه توره او په ظلم او قهر سره د اموي خاندان او سلطنت عمارت مستحكم او د سره بيا ابادكړ. په هر صورت د خلافت اموي اوبني اميه د كورنۍ دپاره په دغه وخت كښي يوه خطره لا موجوده وه. دغه خطره د مبارك عبداللـه بن زبير څخه وه ځكه زبير د حق طرفداره و. او حجاج د ظلم او قهر كړۍ كړۍ ځنځير و.
د حضرت عبداللـه بن زبير د واك او حكومت مركز مكه شريفه وه. او تقريباً تر شام پوري يې د حكومت سر حدونه رسېدلي وو. خو حجاج دا خطره او ټينـګ خطر د تل لپاره ليري كړ. د مكې شريفي محاصره يې وكړه او د حق پيرو عظيم صحابي عبداللـه بن زبير يې قتل كړ .
عراق د پيل څخه د بغاوت، شورش پسندى مركز يا اډه وه ددې ځاى سياسي بې كرارۍ ، بغاوتونه او د قانون خلاف ورزۍ كلـه هم پاى ته رسېدلي نه وې ډېر اعلٰى او جګ پوړي مشران به هم عراقيانو ته د منلو وړ نه وو. سياسي ناارامي قتل او بدحالي د عراق د ورځو معمول وو، لېكن حجاج بن يوسف د ظلم د توري په يو وار سره دا ټول بغاوتونه، ښورښونه او بدحالۍ پاى ته ورسولې. پخپلـه د هغه وخت او دوران خلك دې منظر ته حيران وو. قاسم بن سلام وايي د عراقيانو خود داري او كبر لـه يوه مخه ختم سو. دا هغه خلك وو چا چي اميرالموْمين حضرت علي وژلى او شهيد كړى و. د حسين بن علي سر يې پرېكړى و. مختار غوندي صاحب يې تر دنيا په ظلم تېر كړى و. مګر دلته كوفيان او عراقيان ددې ملعون ( حجاج بن يوسف) په مخكښي بالكل ذليل او ناتوانه سول. حتٰى په كوفه كي يو لك عرب موجود وو. لېكن دا حجاج د څه كسانو سره ورته راغى او ټول كوفيان يې غلامان كړل .
د حجاج په عراق كي اولـه خطبه د عربي ادب مشهور شئ ( توکی ) او پانګه ده. بس محض اشاره كافي ده . دده دا خطبه د خطيبانه رنګ يو بې مثالـه بېلګه ده . په تاريخ طبري كي وايي ده په خپلـه خطبه كي خپل قوم اوكوفيانو ته زياته كړه :- "" زه ګورم چي نظرونه پورته سوي دي. غاړي كښته سوي دي د سرونو فصل پوخ سوى دى . او د رېبلو موسم يا وخت راغلى دى بيايې زياته كړه. زما نظرونه هغه ويني . چي دلنګوټو او ږيرو په ميان كښي بهيږي .
كتاب راوړي حجاج چي څنګه خطبه وړاندي كړلـه هم هغسي يې وكړه . بيان سوې خبره ده چي د جنـګ جګړو علاوه حجاج بن يوسف په امن كي يو لك پنځويشت زره انسانان يا سړي قتل كړل .( عقدالفريدالبيان )
دې ملعون غټ غټ اكابر اولياء او ابدال د بېلګي په توګه سعيدt غوندي په قتل و رسول په مدينه منوره كښي يې بې شمېره صحابه كرام تر دنيا تېر كړل حضرت عبدالله بن زبير او حضرت عبدالله بن عمر په مثال يې جليل القدر صحابه قتل كړل . دې ملعون په خپلـه دوره كښي هر هغه څه وكړل . چي اسلام ورته ناجايز ويلي وو .
د مـوجوده زمـانې د استـعماري سيــاست پــه ډول دده هـم دا اصول وو چي د حكومت د قيام لپاره هرڅه اوهره خبره جايز ده او ده به ويل "" حكومت په رحم اوعدل سره نه بلكي په قهر او تعزير سره چلېدلاى شي "" .
د هغه دور او وخت ټولو علماوو عرفاوو او صلحاوو حجاج د پاك خداى قهر او عذاب تصوراوه حضرت حسن بصري به ويل:- حجاج د خداى پاك عذاب دى "" تاسي د خپلو لاسونو په زور سره د ليري كولو هڅي مه كوئ . بلكي خداى پاك ته زاري او ژړاكوئ ګوندي دا عذاب درڅخه پورته سي .
خو دغه وجه وه چي كلـه د حجاج د مرګ په اړه ځينو صحابه وو كرامو ته خبر ورسېدى. د بېلګي په توګه حضرت حسن او عمر بن عبدالعزيزته. وايي دوى دوه په سجده پريوتل او ويې ويل :- ددې امت فرعون مړ سو .
د حجاج ظلم :
په هر حالت حجاج دومره ظالم اوبدمعاش وو چې تعظيم به يې ونه سو. بيا يې سمدستي د چا د مرګ پريكړه كولـه . بې شماره صحابه كرام يې ووژل . سخت لادينه بې ځايه د قهر او استعماري سياست څښتن و. ډېري ناوياني دده په دور كي كونډي سوې بې شماره ماشومان يتيمان شول. خون وكشت چورتالان دده عامه طريقه وه حتٰى د مكي شريفي نړول هم دده يوه عظيمه غلطي بلل سوې ده . بقول شاعر :
د خليل كعبه حجاج ونړولـهدوږخي ابو لـهب زما په ګمان سوې ( ملا عبدالسلان بابا)
اوس به وګورو چې دغه جابر حاكم ملعون انسان د مرګ څرنګه مقابلـه وكړلـه. دا هغه انسان و. چاچي په زرهاوو خواران او غريبان د مرګ په كندو كښي غورځولي وو. پخپلـه څنګه د مرګ په كنده كي پرېوتى .
د حجاج ناجوړي :
شل كالـه پر عراق د حكومت كولو څخه وروسته د څلور پنځوس كالو په عمر كښي ناجوړه سو. په ( مېده ) معده كښي يې بې شماره چينجي پيدا سوه او و بدن ته يې داسي يخ ورولګېده كه چيري بې شماره د اور انګېټۍ ورته لګېدلي هم واى ګرم سوى به نه واى يعني په يخ والي كښي به يې كمي نه واى راغلې .
د مرګ په وخت كي خطبه :
چي كلـه حجاج د ژوند څخه مايوسه سو نو يې ټول د كورنۍ غړي راوغوښتل او ورته ويې ويل :- ما پورته كړى او خلك سره جمع او يوځاى كړى . خلك راغلو هم ده د معمول په ډول يو ښه بليغ پُر مغزه تقرير ورته وكړ. د مرګ او د مرګ د سختۍ تذكر يې ورته وكړ. د قبر او د هغه د جلاوالي بيان يې وكړ او ددنيا د بې وفايي ياد يې تازه كړ د اخرت د جنت او د دوږخ تذكيره يې وكړه بيا يې دا شعر ووايه :
ان ذنبي وزن المسوات والارض وظني بخالقي ان يحابى
ژباړه :- زما ګناه د مځكي او آسمان برابره درنه ده مګر زما د لوى څښتن څخه اُميد دى چي دى به رعايت وكړي .
فلن من بالرضا فهو ظنىولن امر بالكتاب عذابى
ژباړه :- كه چيري د خپلي رضامندۍ احسان ماته راكړي نو دغه زما اُميد دى لېكن كه هغه پر كتاب عدل وكړي او زما د عذاب حكم صادر كړي بيا به يې په بار بار په ډېر فرياد او زارۍ وژړل .
د حجاج د ژړا او فرياد د اموقعه دومره د حيرت وړ وه چي په مجلس كښي به ټولو په ژړا ژړا ورسره ژړل. او خپلي اوښكي به يې جنازو غوندي ګريوانونوته ايلـه كېدې.
د خليفه پرنامه خط :
ددې څخه وروسته يې ليكونكى يا كاتب راطلب كړ او خليفه وليد بن عبدالملِك ته يې داسي خط وكښى :
"" اما بعد ما ستا وزې كتلې د يو خيرخواه شپانه يا شپون په ډول مي د خپل مالك د رمې حفاظت كاوه سمدستي يو زمرى راغلى او شپون يې په خپلـه پنجه و وهى او ورشو يې خرابه كړه نن ستا پر غلام هغه مصيبت نازل دى. كوم چې پر ايوب صابر باندي نازل و، بيا هم زما اُميد دى چي جبار وقهار به زما ګناوي را معاف كړي او مابه و بخښي .
بس لـه سوزه يې پرخولـه دا شعر ګويا ګويا وو نور څه نه :
اذمالقيب الله عنى راضيافان شفاء النفس فيما هنالك
ژباړه :- كه چيري ما خپل خداى پاك راضي وموند نو بس زما مراد پوره سو .
بيا يې وويل :
فحسبى بقاء الله من كل ميتوحسبي حيات الله من كل هالك
ژباړه :- ټولـه دي مړه سي مګر د خداى Y باقي پاته كېدل زما لپاره كافي دي ټولـه دي هلاك سي مګر د خداى Y ژوند زما لپاره كافي دى .
هغه د ستر مبارز لوى عالم او د انسانانو د خواخوږي شاعر وينا ده :
لېونى سپى هوده نلري بې قتلـه د عبدالسلام حرف ونيسه هوښياره
د ځكندن سختي :
حضرت حسن بصري پوښتني ته ورته راغلى نو حجاج ورته د خپلو تكليفونو شكايت وكړى. حسن t وويل : ماته منع كړى نه وې چي نېك كاران او اولياء مه په عذابوه مګر افسوس تانه اورېدل .
حجاج خوابدى سو ځواب يې وركړ "" زه تاته دا نه وايم چي ددغه مصيبت د ليري كېدو دُعا وكړه زه ستا څخه غواړم . دُعا وكړه چي خداى پاك ژر زما روح قبض كړي او نور عذاب رانه كړي. په دغه حال كي ابو مندر پوښتني ته راسي او ورته وايې حجاجه د مرګ په سختي او ځكندن كي دي څه حال دى؟ حجاج وويل :-
اې ابو مندر!
څه پوښتې شديد مصيبت دى . سخت تكليف نا قابل بيان ناقابل برداشت درد. سفر اوږد توښه نسته ! آه زما هلاكت دى كه چيري خداى پاك پرما رحم ونه كړي .
د ابو مندر بن مخلـه خطاب حجاج ته :
اې حجاجه! خداى پاك پر هغه چا رحم كوي چي رحمدلـه او نېك نفس وي د هغه د مخلوق سره ښه كوي . مينه ورسره كوي زه شاهدي وركوم ته د فرعون او هامان يار وې. ستا تر بيت سر چپه و ته د حق له لاري او ښتي وې . د صالحينو د طريقې څخه اوښتى وې . تا نېك انسانان قتل كړل او د هغو جماعت دي فناه كړ افسوس تا د خالق په نافرماني كي د مخلوق بندګي وكړه . تا د وينو ولې و بهيولې . ځانونه دي واخيستل عزتونه دي لوټ كړل . تانه خپل دين وساتى او نه دي دنيا. تاد مروان خاندان عزت وساتى خپل نفس دي ذليل كړ. د اموي خاندان كور دي اباد كړ خپل كور دي وېران كړ نن نه ستا لپاره نجات سته نه فرياد. ولي ته لـه دغه ورځي ناخبره او بې ضميره وې . د الله شكر دى چي پر تايې عذاب نازل كړو او اُمت يې وژغورى .
په دنيا كي دي ككڼ په لعنت غواړمزمانه كه د خوشحال سره انصاف كه
د حجاج عجيب رحمت طلبي :
راوي وايي حجاج چي دا واورېده. خاموشه سو . بيا يې سوړ اسوېلى وكښو. په سترګو كښي يې اوښكي راغلې. او د آسمان په طرف يې وكتل . "" الـهي ما وبخښه ولي خلك وايي چي ته نه بخښل كېږې "" دا چي يې وويل سترګي يې بندي كړې.
څوني بوري وراري ګڼ زوىمړي ژاړياغلظ زړه حجاجه څه راز مسلمان سوې
په دې كي شك نسته چي حجاج لـه يوې خوا يو بې رحمه انسان، قاتل باچا او ظالم او قهار و لېكن بل طرف ته دخداى r لـه لوى دربار څخه يې د رحمت او شفقت توقع بېخي زياته وه . او قطعاً په هر صورت مايوس او بېزاره نه و. بلكي په هر حال د رحمت الـهي طلب ګار او غوښتونكي و .
بس د لوى رب څخه دُعا كوم "" خداى دي زموږ اصلاح وكړي خداى پاك دي زموږ حكمرانان حجاج غوندي نه كوي بس د لوى رب څخه به د هر څه كېدو عقايد ساتو .
اخري شعر ډالۍ كوم :
چي دا هسي يې كردې د زړه په ياد دي لا خوشحال لري خواهش د زمانې
",حجاج بن يوسف
516,ستر بابا خوشحال خان خټك,"
كه هرڅو په سرد خېال دستار زرين ږدې
عاقبت به سرد خاورو په بالين ږدې
د سليمان غوندي هم پرېوته له تخته
په فرس باندي به څو د زرو زين ږدې
په ارمان په خالي لاس ورځني درومې
كه كور كي په هر لوري سره او سپين ږدې
تا په زړه كي سل خدايان دي كښېنولې
راته وايه سر و چا ته په زمين ږدې
د غفلت تسبيح په شپه او ورځ كښي باسي
څو منت به په كرام الكاتيبين ږدې
كه اسلام د خلكو دادى او خو بويه
چي هندو غوندي ټيكه په خپل جبين ږدې
",غزل
517,ارواښاد علامه عبدالشكور رشاد,"
پر يو خره يوه چادي وه څه بار كړييوه لور ته يي غنم بل ته ډبريد بار تول يې په ډبرو و سم كړىتر درانه بار لاندي خر و، خورا ستړىد خره خوار تر هر ويښته، خولې بهانديپه كړاو به ئې ګام اخيسته د وړاندييو هوښيار سړئ پر پيښ سو وې اې وروره!خر دي مري د دې درانه وري له زورهسپېرې ګټي ارتوه د بارتول كم كړهد انډيو تول په سرو غنمو سم كړهپه دې توګه به دي خر غريب هوسا سينيمايي ددې وري به يې په شا سيچادي وكړ د هوښيار په خوله عملچي خر سپك سو، د مزله لور تې غستللږ چي وړاندي پر مخ ولاړ، دغه پوښتنهپه مغزو كي چادي وګرزېدله""بابا ته چي دومره پوه دومره هوښيار يېد قام خان يې، لك پتي يې كه سردار يي؟هوښيار وې: خوارۍ، اړۍ سختي تنګسې ديد خواږه ژوند ورځي شپې خورا ترخې ديد سهار چي كړم پيدا، ماښام نهار يمزه نه خان يم، نه بډاي يم، نه سردار يم""چي چادي دا واورېده، خر يې ايسار كړپه ډبرو يې بيا دروند د خره خوار بار كړوې چي "" ستا نه بډايي نه سرداري ستهڅه په كار ده، كه دي پوهه هوښياري ستهكه ته ښه واى، تا به خپل ژوند وو ښه كړىته به نه واى په ژوند هسي ستومان ستړىزه د داسي بې روزيو پر منډ نه ځمپه اوبو به يې اور نه وژنم كه سوځم"" ",چادي
518,پوهنوال عبدالخالق رشيد,"
مرم د ګلونو جنازې په خپلو ګوتو شمېرمپوهيږې ستا خوږې ګيلې په خپلو ګوتو شمېرم
ته د خالونو قاتل يې په دې كي شك نشته دىزه د قتلونو سلسلې په خپلو ګوتو شمېرم
ته خو په زړه باندي كافره يې زه هم پوهېږمډېر سخت ناچار يم دا نخرې په خپلو ګوتو شمېرم
دا د هوسيو دود دى ټول عمر جوړې جوړې ويچي ستا د خيال او غم جوړې په خپلو ګوتو شمېرم
د رب په كور كي د تيارې او رڼا يوه بيه دهزه پر سپين مخ د خال تيارې په خپلو ګوتو شمېرم
محمود اياز ته وكتل سومنات ونړېدهزه تاته ګورم دا پيرې په خپلو ګوتو شمېرمنوى ډيلى/1382 جوزا
",غزل
519,ژيګموند موريتس,"
د خداى پوهه شورا هم فقيرانو ته د خندلو په حق باندي قايله شوې ده او له همدې امله ده، چي د مسكينانو په كورونو كي تل اه او ژړا نه اورېدل كيږي، بلكي كله- كله خندا هم اورېدل كيږي. دا رښتېا ده چي هغوى هم خاندي، خو داسي خندا چي په حقيقت كي بايد سړى پر و ژاړي. زه د مسكينۍ او غريبۍ نړۍ ډيره ښه پېژنم، ځكه كورنۍ مي د فقيرۍ مزه ډيره ښه او ژوره څكلې ده. پلار مي په يوه كارخانه كي ورځنئ كارګر وو. هغه هيڅكله له خپل ژوند څخه سر نه ټكوئ او دا په داسي حال كي چي ژوند مو ډير له ستونزو ډك او د سر ټكوني وړ و. له دغو ټولو سره سره كه بېا هم ووايم، چي د هغه ماشومتوب په څېر مي بېا هيڅكله نه دي خندلي، ډيره پر ځاى او درسته خبره ده. نن ورځ څرنګه كولاى شم، چي د هغو ورځو په څېر و خاندم؟ په داسي حال كي چي نور مي هغه نازنينه او خوشحاله مور را سره نشته!
مور مي كله كله د زړه له تله دومره خندل، چي سترګو به ئې اوښكي و كړې او كله كله به د ډيري خندا له امله په داسي ټوخي سر شوه، چي تا به ويل غواړي خفه شي. هغې پخوا هيڅكله هم د هغې ورځي په څېر نه وو خندلي، په كومه ورځ چي زه او دا په اووه شاهيو پسي ګرځېدو.( شاهي د مجارستان پولي واحد دى) اووه شاهۍ كه څه هم هيڅ نه وې خو بېا هم، موندل يې زموږ لپاره ستونزمن و. درې شاهۍ مي مور په خپله و موندلې او هيله منه وه چي د خياطۍ د څرخ په جابه كي څو نوري هم و مومي. ځكه كله چي به يې د خياطۍ مزدوري اخيسته، هغه به ئې د څرخ په جابه كي اچوله. د څرخ جابه زما لپاره د يوې نه خلاصېدونكي خزانې او د ماشومانو د افسانوي صندوقچې په څېر وه. زما لپاره همدومره بس وه، چي مازي لاس په ننه باسم او هر هغه څه چي مي ماشوم زړه غوښتل په يوه پلا لاس ته راوړم.
له همدې امله د هغې ورځي په ماپښين ډېر سخت حيران شوم، چي كله مي مور د جابې د شيانو لكه انګوشتنې، ستني، غچي، د تيره كولو د ډبري، تارونو او داسي نورو په زرګونو ګډو وډو شيانو په منځ كي تر كتلو راكتلو وروسته مخ را واړاوه او ويې ويل:
""ممكن په يو ځاى كي غلي شوي وي.""
- "" څوك؟ څوك ښياست؟""
- مور مي په خندا ځواب راكړ:
- ""د پيسو سيكې.""
- او وروسته يې جابه تر پايه راكش كړه او ويې ويل:
- راشه زويه بايد خامخا دا شيطاني سيكې پيدا كړو! څنګه ښه خو يې ځانونه غلي كړي دي.( بېا يې پسې زياته كړه):
- اوف، ښه شيطانو سيكو...
هغه په ځنګنو شوه او جابه يې خپل پر وړاندي كښېښوده، پر هغې داسي ور ټيټه شوې وه لكه سيكې چي ځيني په هوا كېدې، وروسته يې جابه بيرته ډكه كړه او داسي يې پړمخي راچپه كړه لكه څوك چي په خولۍ باندي مرغۍ نيسي. سړي بيخي خندا نه سواى ټينګولاى. وروسته يې بيله دې چي جابه پورته كړي په خندا سره وويل:
""ښه اوس نو دوى دلته دي، كه چيري يوه شاهي هم وي، تر دې به لاندي وي.""
زه هم په ځنګنو شوم او په جابه كي مي سترګي و ګنډلې. لكه يو ځلېدونكى شئ چي تر هغې لاندي ښورېدى، خو په داسي حال كي چي هيڅ شى هم نه و. موږ خپله هم ډاډه نه وو، چي تر جابې لاندي دي يو څه پيداشي، نو له همدې امله چي مو كله يو له بله سره سترګي و نښتې، ددغي ماشومانه شوخۍ له امله په خندا شوو.
ما پر جابه چي پړمخي پرته وه لاس كېښود، خو يو ناڅاپه مي مور وويل:
""ا ... كرار، كرار، ته لا تر اوسه نه پوهيږې چي سيكې څومره شيطاني دي! څنګه د سړي له لاسه وزي، څنګه تښتي او څنګه ځي!!!""
د خندا له لاسه دواړه رېږدېدو، ځكه دوې ورته جملې مو په بېا بېا تكرارولې، چي ( د پيسو سيكې څومره ژر د سړي له لاسه وزي، څومره ژر ځي او ...) كله چي يو څه ارام شوو، بېا مي لاس اوږد كړ، چي جابه اوچته كړم، خو مور مي يو وار چيغه كړه او ويې ويل:
""اې!!!""
او ددې ناڅاپي چيغي له امله مي لاس داسي ژر شاته كړ، لكه د يوه له اور څخه د را اخيستل شوي غاب سره چي نښتي وي. مور مي پسي زېاته كړه:
""ځير اوسه بد خرڅ ماشومه، څومره دي ندى تلوار، چي دروازه ورته پرانيزې! تر څو چي دا سيكې همدلته تر دې لاندي وي، زموږ دي. هغوي بايد همداسي بندي پاتي شي.ځكه زه بايد كالي ومينځم اوددي كار لپاره بايد صابون ولرو،چي د صابون لپاره نږدې اووو(7) شاهيو ته اړتياده او له اوو شاهيو څخه په كمه صابون نه كيږي. ښه خير اوس خو درې راسره دي او څلورو نوروته ضرورت دى، چي هغوى هم په همدغه وړوكي كوركي دي او همدلته اوسيږي.
خو ښه يې نه ده چي ناآرامه يې كړو، كه چيري لاس په ووهو په غوسه كيږي، ځي او بيايي هيڅكله نه شو ليداي.
زويه احتياط كوه او ښه ځير اوسه،ځكه پيسي ډير حساسي دي، بايد چي له هغوى سره په ډيري نرمۍ وچليږو،هغوى د لوړپوړو او اشرافو خلګو د نجونو په څير ډير ژر په خندا كيږي......كوم شعر معردي نه دى زده چي په ور ږغ كړې؟ ځكه ممكن له دې لاري لا ښه وكولاي شو، چي له خپلو ځالو څخه يې را بهر كړو.
ما په لوستلو پيل و كړ، پيسې خاله، پيسې خاله، له كور څخه راووزه( موږ خپل لاسونه ستاسو پر لور در غځولي دي) او په همدغه وخت كي مو (كوچنئ كور) ورڅگخه پورته كړ. په سلګونو ګډ وډ او انتيكه شيان مو مخته خواره واره وو، ګر سره يو سيكه هم پكي نه وه. مګگر مور مي بېا هم په كش شونډو شيان دوري او ايسته كول او پكي كتل يې. خو بېځايه. وروسته يې وويل:
""ارمان! چي جابه مو د مېز پر سر تشه نه كړه... هلته د پيسو درناوئ ډير ښه ساتل كېداى شواى او خامخا څو دانو ورڅگخه خپل ځانونه را څرګندول.""
ما هغه ټول بېلا بېل شيان بيرته په جابه كي واچول او په همدغه وخت كي مي مور پر ذهن زور كاوه، چي يو بل داسي ځاى خو به نه وي چي سيكې پكي ايښي وي او بېا يې نه وي اخيستي. خو ذهن يې پته نه شواى لګولاى او نه ور رسېدى.
ناڅاپه مي مغز ته يو څه راغلل او ومي ويل:
""مور! زه پوهيږم، پوهېږم چي پيسې چيري دي.""
""ښه زويه چيري دي؟ وړاندي تر دې چي د واوري په څېر ويلي او وركي شي ژر ورځو او را اخلو يې.""
_ "" هلته د المارۍ په جابه كي، ښه شو چي هغوى مي مخكي په ياد نشوې، كه نې( نه) اوس به مو هغوى هم نه درلوداى.""
له ځايونو اوچت شولو اود المارۍ پر لور ولاړو. المارۍ له مودو-مودو راهيسي هنداره نه درلوده،خو پردي برسيره يې په جابه كي ېوه سيكه وه. دري ورځي كيدې چې هغه مي دځان لپاره په نښه كړې وه او غوښتل مي چي جيب ته يې كړم، خو هيڅكله مي د هغي د اخيستلو زړه نشواي كولاي. مور مي وويل:
ښه، اوس نو څلور شاهۍ لرو نور نو مه په غوسه كيږه، تر نيمائي لا ډيري لرو او تر دوو ورتير نورو ته اړتيا نه لرو. نو اوس چي مو ددغو څلورو شاهيو په موندلو كي يو ساعت وخت لا ونه لګېد، نوري درې هم تر ماځيګره خا مخا پيد كوو، او بيا هم تر ماښامه وخت شته، چي ښه ډير كا لي و مينځو. ژر راځه ممكن په نورو جابو كي هم سيكي وي.
كه په هره جابه كي لږ تر لږه يوه سيكه واى،ډيري كيدې،ځكه دغو الماريو خپلي ځوانۍ په داسي كورو كي تيري كړي وي، چي دپټيدو ډير شيان په كې وو، خو زموږ په كور كي يې د پكي ايښگودلو څه هم نه درلودل، نو همدغه وجه(وجهه) وه چي دومره زړي او چينجني شوي وې.
مور به مي د هري جابي له را كشولو سره يو څه ويل، دبيلګي په توګه:
...دغه يوه(جابه) ډيره شتمنه وه.
دې خو هيڅكله هم څه نه دي ليدلي.
...ددي خو بياټول څه په پوروو!
...ښه فقيري ته هم خامخا څه نه لري.
......او دغه، ښه دغه خو هم هيڅ نه لري او هغه هم زموږ په څير غريبه ده......
......خو ته! كه زه دلمړي ځل لپاره يوه شاهي درڅخه غواړمه او ته يې نه راكوې، هيڅ شى به هم درنه كړم.
.....اودغه........
بيايې په داسي حال كي چي خندل يې،هغه غټه جابه چي لاندي تخته يې نه درلوده اوچته كړه او په يوه حركت يې زما په غاړه كي راواچوله، د ډيري خندا له زوره پر ځمكه كښيناستو.
نا څاپه مي مور وويل:
صبر وكړه! پيسي به اوس پيداكړو، هلته د پلار په جامو كي دي،وري(هوري) خامخا شته پر ديوال څو ميخونه ټك وهل شوي وو، چي زموږ كالي پر راځوړند وو...... يوه معجزه وشوه، په دا لمړني جيب چي مي مور لا س ور دننه كړ، يوه سيكه پيداشوه په داسي حال كي چي خپله يې هم زړه ته نه لوېده،چيغه يې كړه او ويې ويل:
پيدامي كړه! ته وده(ودريږه)چي اوس څومره لرو، يوه،دوې، درې،څلور،پنځه،.پنځه دانې لرو اوس نو مازي دوي داني پاتي دي. او دوې دانې دومره شى نه دي، چيري چي پنځه موندل كيږي دوې نوري هم خامخا شته.
بيا يې په ډيري خوشالۍ د نورو جيبونو پلټل پيل كړل،خو نور هيڅ هم نه وو، حتي يوه شاهي هم ونه موندل شوه د مور باړخوګان مي دډير حركت او هيجان له امله تك سره اوښتي وو. خو نور نو هغو تر ټولو خندوونكو ټوكو هم معجزه نشواى كولاي، چي دوې شاهۍ ومومي. ماځيګر راغى او تير شو، شپه راورسيده، په سبا مي دپلار يو پاك او پريولى كميس په كار و، او مور مي هم نشواى كولاى، چي كالي ومينځي،ځكه د څاه اوبو په يوازي سر نشواى كولاى چي د غوړو تپلي پاكي كړي،ناڅاپه مي مور تندي ته چپلاخه كش كړه او ويې ويل:
اووئ، څومره خره يمه! د ډير كم عقلۍ څخه خپل جيب لا نه ګورم. جيب يې وكوت او عجبه ده يوه بله شاهي، شپږمه هم پيداشوه. دډيرو منډو ترړو له امله لكه تبه چي مو وي اوس مو يوازي يوې شاهۍ ته اړتيا لرله،يوازي يوې شاهۍ ته. مورمي راته وويل:
ته دي هم جيب راوښيه،ممكن هلته هم يو دانه وي.
زماجيب؟!
ډير اسانه مي ورښوولاى شواي،ځكه په هغه كي هيڅ هم نه و.
ددغو شپږو شاهيو سره-سره بياهم داسي وو لكه هيڅ چي نه لرو، ځكه دوكاندار نور پور نه راكاوه،ګاونډيان هم زموږ په څير خواران او مسكينان وو، او موږ هم نه خوښوله چي د يوې شاهۍ لپاره پور وكړو. نو له همدې امله بله هيڅ لارنه وه،بې له دي چي ددغو ټولو تنګلاسيو سره-سره وخاندو.
په همدغه وخت كي دكور دروازې ته يو سوالګر راغى،چي په خورا عجزانه ږغ يې د خير غوښتنه كوله.مورمي ددې پيښې له امله خندا اخيستې او سربداله وه،هغه ته يې وويل:
ومي بخښه بابا جانه! خپله مي له غرمې راهيسي ټولي سگوړي غوښتي چي يوه شاهي پيداكړمه،ځكه دصابون د رانيولو لپاره مي مازي همدغه يوه شاهي كمه وه.......
سوالګر،چي يو سپين ږيرى سړى و او ارامه څيره يې لرله،په ډير حيرانۍ سترګي سره كش كړې او ويې ويل:
يوه شاهي موكمه وه؟!
_ بلې يوه شاهي.
_ښه نو چي داسي ده، دا يوه شاهي خو زه په ډيري خوښۍ تاسو ته دركوم.
_نه دا خو ډيره بده ده،چي څوك له يوه سوالګر څخه مرسته وغواړي.
_پريږده لوري څه خبره ده،زما څخه څه كميږي، زه د خپل ګور لپاره له دوه ګزه ځمكي څخه بغير نور څه ته اړتيا لرم؟ او چي له هغه وروسته به بيا ټول څه سم وي... سوالګر په همدغه وخت زما د مور په لاس كي يوه شاهي كيښوده او په داسي حال كي چي دعاوي يې كولې بيرته لاړ.
مورمي وويل:
ښه، دخداي شكر دي،اوس وځغله.........
ناڅاپي يې خبره غوڅه شوه او بيا په خندا شوه، يوه لوړه او زوروره خندا وه، بيا يې خبروته ادامه وركړه:
اوس بالآخره اووه شاهۍ لرو، خو بيا هم نه شوكولاى، چي كالي ومينځو، ځكه بيخي تياره شوې ده او څراغ هيڅ تېل نه لري.
دډيري خندا له امله په ټوخي شوي وه، دټوخي يوي خفه كوونكې حملې راګير كړي وه، كله چي مي وغوښتل،ټينګه يې كړم،ځكه بدن يې په لاسو پټ كړى و، او د ډير ټوخي له امله يې سخت ټكانونه خوړل،نو يو تود شى مي پر لاس توى شو.هغه ويني وي،ويني! زما دګراني مور ويني وې چي خندلاي يې شواى او چي د مسكينانو په منځ كي ډېرو لږو ددې په څير خندلاى شواى.
ليكوال: ژيګموند موريتس
ژباړه: عبدالحميد ( ترابي) - كندهار
",اووه شاهۍ
520,,"
کابل ، د لنيدۍ ٢٩ ، ١٣٨٣
په پلازمېنه کابل کې له ورځپاڼه ليکونکو سره د خبرو پر وخت ولسمشر حامد کرزي وويل د دۀ د کابينې د اعلان ځنډ د هغو کسانو له امله دى چې دوه گونې تابعيتونه لري .
ښاغلي کرزي وويل اوس ولسي جرگه نشته چې د دغو کسانو د منلو يا ردولو په باب پريکړه وکړي .
ښاغلي کرزي دا هم وويل چ دى د کابينې په اعلان کې بيړه نه لري خو ټول پام به يې په دې کې وي چې يوه په کار پوهه کابينه اعلان کړي .
حامد کرزي د ارگ په ماڼۍ کې ورځپاڼه ليکونکو ته وويل په کابينې کې به يې هغو د دۀ په وينا هغو مجاهدينو ته د لومړيتوب حق ورکوي چې لوړې زده کړې لري او د خلکو په وينو يې لاسونه نه وي سرۀ
.
په کابل کې داسې گنگوسې دي چې همدې ټکي ته په پام سره د مجاهدينو ځينو پخوانيو وتليو غړيو اوس ځانونو ته د لوړو زده کړو سندونه په جعلي ډول جوړ کړي چې د اساسي قانون شرط يې پوره کړى وي او کابينې کې ځاى ولري .
ښاغلي کرزي د نړيوالو خپرندويو رسنيو هغه رپورټونه رد کړل چې د دۀ له خولې يې ويل طالبانو ته به هم په واک کې ځاى ورکړي .
",د کابينې د ځنډ علت د دوه گونو تابعيت لرونکو کسانو سپيناوى دى
521,,"
",
522,,"
",
523,,"
",
524,,"
",
525,خالد هادي,"
نن د ٢٠٠٤ زېږنده کال دسمبر پر ١٩ مه نېټه د نيويارک د ښار د فلشينګ په ناحيه کي د حضرت ابوبکرصديق ( رض ) په مسجد جامع کي د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد د فاتحې مراسم په نيويارک کي د مېشتي افغاني ټولني ، په نيويارک ، نيوجرسي او کنډيکټ ايالتونو کي د مېشتو افغان ليکوالو ، فرهنګپالو او زيات شمېر افغانانو لخوا واخستل شوه :
نوموړي مراسم چي دافغاني ټولني لخوا جوړ شوي د غرمې پريوه بجه د قاري فضل الرحمن حليمي له خوا د قران عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو پيل شوه چي ورپسي په نيويارک کي د مېشتي افغاني ټولني د مشر حبيب الله مايار وردګ لخوا د ارواښاد علامه عبدالشکوررشاد ژوندليک ګډونوالو ته واورول شو
ورپسې عبدالکريم حليمي د استاد پر ژوند رڼا واچول چي وروسته په خپل وار سره لطيف جان بابي هم د ارواښاد پر ملي ماتم خبري وکړې اودارواښاد استاد په وير ئې خپله ويرنه برخوالو ته واوراول .
د استاد د فاتحې په دې مراسيمو کي عبدالقادر هوتک ، جنرال امير محمد داستاني ، انجنير محمد داستاني ، د افغانستان پخوانی سفير سيداصف اغا ، استاد داستاني ، صفي الله انتظام ، دعاطفه انجمن ريس عبدالرحمن جليلي ، انجينر عبدالرحيم عابدي ، ښاغلی عصمتي او يو شمېر نورو ړون اندو هم ګډون کړی و.
نوموړي مراسيم د ماذيګر پر ٤ بجو دارواښاد علامه عبدالشکور رشاد او ارواښاد علي احمد خان پوپل و ارواحو ته د دوعايي په ويلو پای ته ورسيدل
د دواړو ښاغلو ارواحان دي ښاد وي
", په نيويارک کي د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد فاتحه واخسيتل شوه
526,عبدالله,"
څه موده وړاندې د افغانستان په پلازمېنه كابل كې د نشه يي توكو د كركيلې او قاچاقو د مخنيوي په اړه په ملي كچه كنفرانس جوړ شوى و چې په دغه يو كنفرانس كې واليانو، سپين ږيرو او مشروانو ګډون كړى و.
د كنفرانس يو ويناوال ولسمشر كرزي و چې د خپلې نوې دندې په پيل يې هېواد كې د نشه يي توكو د له منځه وړو ژمنه وكړه . ولسمشر ولس ته وويل چې د نشه يې توكو كركيله په نړۍكې د افغانانو دريځ ته زيان اړوي، كه مخه يې ونه نيول شي نو كېداى شي چې نړيوال لـه موږ څخه مخ واړوي او موږ يو ځل بيا په سپين ډاګ يوازې پرېږدي، چې په دې صورت كې زموږ د ګاونډيانو لاس به زموږ په لور رااوږد شي او موږ به يو ځل بيا د خپل منځي جنګونو او د خپل ولس او هېواد د تباهۍ په لور ولېږدوي او د خپلو ناوړو هيلو او ګټو قرباني كړي.
ولسمشر دا هم وويل چې د يو افغان په صفت افغاني غرور نور راته اجازه نه راكوي چې هر بهرنى استازى راته ووايي چې تاسې نشه يي توكي كرئ او زموږ هېواد ته، نشه يي توكي ستاسې لـه هېواده راځي.
ولس مشر وويل: بهتره به دا وي چې په خپل مټ پر سيندونو د اوبو بندونه وتړو او خپلې شاړې پرې ابادې كړو. ولسمشر په پاى كې ولس د نشه يي توكو نه كرلو او د خپل هېواد په خپلو مټو ابادولو ته راوباله.
دا رښتيا ده چې نړيوالو پر افغانانو خورا زيات زور اچولى چې د نشه يي توكو كركيله بنده كړي، دا چې افغان ولس هم يو سوله خوښوونكى ولس دى، نو د نړيوالو د هوډ هركلى يې وكړ او په يو هوډ سره يې د نشه يي توكو كركيلې ته شا واړوله.
افغانانو د كوكنارو كركيله د مجبوريت لـه مخې كوله، كومه ټوټه ځمكه يو افغان بزګر يې په لاس كې لري په هغه ټوټه ځمكه باندې د كوكنارو د كرلو پرته د خپل د ژوندانه لس فيصده اړتياوې نه شي پوره كولى. افغانانو چې د شلمې پيړۍ په پاى كې پخپلو سرښندونو سره، نړۍ د سره ښكېلاك لـه ګواښ او منګولو څخه وژغورله، دا دى اوس يې هوډ كړى چې د يوويشتمې پېړۍ په سر كې نړيوال لـه نشه يي توكو څخه وژغوري او د نړيوالو په وړاندې خپله اخلاقي دنده سرته ورسوي، خو دا چې افغانان دا مهال نوي د پرديو لـه پلمو او توطيو نه فارغه شوي او هېواد يې د جنګونو په لړ كې ويجاړ او كنډواله شوى، نو نړيوال هم بايد د افغاني بزګرانو په وړاندې خپل اخلاقي مسووليت سرته ورسوي او لـه هغوى سره هر اړخيزې او بنسټيزې مرستې وكړي كه څه هم په دې اړه يو شمېر هېوادونو د مرستو كولو ژمنې كړې دي¸ خو تر اوسه يوازې د امريكې متحده ايالاتو په رښتينې توګه د افغانانو مرستې ته رادانګلي او د 780 مليونو ډالرو په اندازه د مرستې وركولو ژمنه يې كړې ده.
كه څه هم د نشه يي توكو لـه كركيلې او قاچاقو څخه تر بل هر ځايه زيات اروپايي هېوادونه زيانمن كېدل، د افغانانو د توقع او تمې په خلاف، اروپايي هېوادونه لـه افغانستان نه ځانونه په ډډه تېروي او لكه څنګه چې ورته ښايي لـه افغانانو سره مرستې نه كوي. د اروپايي هېوادونو لـه ډلې نه تر اوسه اوه مليونه پونډه د بريتانيا هېواد ژمنه كړې چې لـه افغاني بزګرانو سره به مرسته كوي.
په افغانستان كې د نشه يي توكو پر خلاف د مبارزې لـه پاره يو شمېر تدبيرونه تر لاس لاندې دي او څه اندازه پيسې غونډې شوې دي، خو په نړۍ كې د نشه يي توكو د بشپړ لـه منځه وړلو لـه پاره دا تدابير بسنه نه كوي، بايد په نړيواله كچه يوه منظمه ستراتيژي ورته وټاكل شي چې په هغې كې د بېوزلو هېوادونو د بزګرانو لـه پاره د كر د ځمكې او د كار د زمينې برابرول او نورې مرستې شامل او په پام كې نيول شوې وي.
ددې ټولو هڅو تر څنګه دا به هم اړينه وي چې د نورو مخدره موادو لكه سګرټو، نصوارو، چرسو او شرابو توليد او قاچاق لومړى كم او بيا لـه منځه يوړل شي.
د بخلاینې له پرله پسې ۷۹ مې ګڼې څخه په مننې ",نړيوال هم بايد د افغانانو په وړاندې خپل اخلاقي مسوْوليت تر سره كړي
527,قاضي احمد,"
د هېواد په محكمو كې اداري فساد ددې لامل شوى چې بډايان او زورمندان لـه هر ډول جرم او خيانت څخه تبري وګرځي، جــزا وركـــول او زندان يوازې د بېوزلوپه برخه شي.
له بله پلوه د افغانستان د جزا قوانين په بنسټيز ډول يوه ويارنه دا لري چې په افغانستان كې جرم او جزا په غير مستقيم ډول لـه يوه تن څخه بل تن ته لېږدول كېږي، دا په دې معنى چې په افغانستان كې د كورنيو ترمنځ اقتصادي اړيكې داسې تنظيم شوي چې د يو تن په وژل كېدو او يا لـه منځه تلو سره كېداى شي د نوموړې كورنۍ اقتصادي نظام ګډود او د يو تن په جزا وركولو سره ټولې كورنۍ ته جزا وركړ شي.
زموږ په ټولنه كې د كورنۍ مشر د كورنۍ د عوايدو او اړتيا وو تامينونكى دى، كله چې نوموړى په جزا محكومېږي، نو كورنۍ يې لـه مالي او مادي امكاناتو څخه محرومېږي او كورنى نظام يې لـه منځه ځي.
ددې كورنيو وګړي ممكن ناسمو كارونو ته لاس واچوي او ماشومان يې د زده كړې لـه نعمت څخه بې برخې پاتې شي. د ځينو پلرونو او ميندو په بندي كېدلو سره دا امكان شته چې د دوى واړه او شيدې خوړونكي بچيان سره لــه دې چې كوم جرم هم ونه لري په بند كې شپې واړوي.
د كابل په بنديخانو كې همدا اوس لـه دې ډول ماشومانو څخه په سلګونو بېلګې موجودې دي او 32 تنه يې يوازې داسې ماشومان دي چې يا د مور د شېدو خوړلو او يا په كورنيو كې يې د سر پرست د نه درلودلو لـه كبله لـه خپلو ميندو سره په زندان كې د ژمي سړې شپې او ورځې تېروي.
دا ستونزه دا پوښتنه راولاړ وي چې ولې زموږه قضا په دې برخه كې چوپه خوله ده او كوم مشخص تصميم په دې اړه نه نيسي.
ايا د شېدې خوړونكي ماشوم په هكله چې لـه خپلې مور سره بندي دى كوم قانونپوه او قضاوتپوه كله هم څه پوښتلي دي چې نوموړى په زندان كې د كوم جرم جزا تېروي؟
شايد دا پوښتنه د اړوندو چارواكو په غوږونو ښه ونه لګېږي او هېڅكله شايد ددې ماشومانو او د بنديانو د كورنيو په هكله ځانونه مكلف ونه ګڼي، خوبايد لږ تر لږه دومره فكر وكړي كه دا بنديان د دوى خپل ماشومان وي بايد څه ورسره وشي؟
",له كوچنيو ماشومانو سره نياو د چا دنده ده؟
528,,"
پخلاينه جريده د افغانستان په زړه كې يوازېنى خپرېدونكې جريده ده چې په ډېر لوړ تيراژ راوځي او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او بېلابېلو هېوادونو كې ګڼ شمېر مينه وال لري. د موضوع له پلوه هم د پام وړ جريده ده.
دا يوازېنۍ خپرونه ده چې وخت پر وخت د حقايقو په رڼا كې ليكنې او شننې خپروي. البته دا ځانګړنه يې ځكه د ارزښت وړ ګڼو، چې د افغان ملت او ګران افغانستان د حقوقو تامين هم خپله دنده ګڼي.
موږ د وس تربريده هڅه کوو تر څو ستاسو لوستونکي ادبي او کلتوري تنده د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د افغانستان په سيميزو مطبوعاتو ماته کړو
بېنوا خپرنيزه څانګه زېرۍ درکوي چي پخلاينه جريده دبېنوا ويب پاڼي د رسنيو د ځينځيريوه بله کړۍ شوه
بېنوايان يې هركلى كوي او لوستونكي يې لوستلو ته رابولي.
www.benawa.com/rasanay/pukhlayana
",پخلاينه جريده پر ليكه شوه
529,خالد هادي حيدري,"
نګــــاره!
نګاره ستا دغه سپېڅلئ ښايئستاو دځوانۍ وختونهلکه کوبۍ د اوبه خور د پاسه چه ئې ډولۍ د څو شېبو لپارهاوبو را خيستې د سکوت په ژبهچه د څپې له بيري ورکه سي ژرنو ستا به هم تېر سي د ځوانۍ وختونهها د هوس او د مستۍ کلونهبيا به دي ستر ګو کي اورونه نه ويبيا به دي زلفي ماښامونه نه ويبيا به دي شونډي سره جامونه نه وينور به دي نه وي نني نازونهاو بيا به ستائې پروني وختونه
",نګــــاره!
530,خالد هادي حيدري,"
شرر
شپې راته ژړيــــــــــــــــــــــــــــــــــږي سحر نه يو
لمر غوندي ړنــــــــــــــــــــــــــــا يو خو لمر نه يو
بل راباندي اور دئ خو ســـــــــــــــــــــوځيږو نه
خلګو موږ بچـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي د اذر نه يو
زړونه مو چاودلـــــــــــــــــــــــي دي په مينه ستا
سره لکه شفق يو پــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرهر نه يو
اوښکي سو ګريوان سولو درياب ســـــــــــولو
څنډي مچوو خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــو ګودر نه يو
ساندي مو را وپـــــــــــــــــــــــــــاڅي غمونه سي
ژوند ته کربلا يـــــــــــــــــــــــــــــــــو محشر نه يو
پړئ وړو په غاړه تر مــــــــــــــــــــــرګ مخ کي لا
تېر تر خپل ســـــــــــــــــــــــــــــــــرو يو شرر نه يو
بيا به حـــــــــــــــــــــــــــيدري خپل ديدنونه کړو
ژوند ته يو پخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلا مرور نه يو
نيويارک ١٢ /١٢ /١٣٨٠ ",شرر
531,خالد هادي حيدري,"
ای ملګرې !!!
ولي شهيد ارمان ته ژاړې په بربنډو اوښکو
تر څو به شمارې دځوانۍ غميزي
تر څو به غم لکه ماشوم ويده وې
تر څو به ژوند ته ارمانونه کرې
---------------------------------
راسه چه دواړه بيا نغمه نغمه سو
او
د خپل زړه رازونه يو او بل ته
لکه لاله پر سره دسمال وشندو
راسه چه وستايو ها څيري شملې
هغه تر خاورو لاندي سوي کوڅې
او
هغه سرکښ بادونه
چه زموږ په کلي کي ډبري وژني
چه زموږ سپوږمۍ په سرو سکروټو ولي
چه زموږ په اوښکو زندانونه مينځي
------------------------------------
راسه چه جګي کړو څو سټري شناختي
و هغه ستر او طلا ئې قبرو ته
چه ليونتوب تې ګريوانونه څيرل
چه د دار پړي ته مسکي مسکي شو
چه ئې کولنګ د قتل چغي وهي
---------------------------------
راسه چه وسپړو د زړه زخمونه
او
دتنکۍ ميني څو پټ رازونه
چه زموږ وه اوښکو ته لا زور ورکوي
چه د پرهر پاڼي په ګوتو شماري
او زموږ د ژوند دښت ته زقوم زيږوي
---------------------------------
راسه چه وژاړو ګودر ګودر سو
دحسرت چغي به تقدير ته سر کړو
او
دشپو په غيږ کي به يو لمر وکرو
------------------------------
راسه چه ستورو ته غزل غزل سو
او
خپل احساس ته خاطرې وليکو
چه معصوم روح مو تل غوټۍ غوټۍ وي
خو
داور باران به مو تر ګوتو څاڅي
دزړه پر درد به مو سحر ويده وي
زموږ پر لحد به شناختي جګي ناڅي
او
زموږ خيالونه به جهان ويښوي
خو زه او ته به يو دقبر خاوري
نيويارک: متحده ايالات ",ای ملګرې !!!
532,ليلما الفت,"
زموږ کلی دي هم ولايت شي
پر هــــــــــــــــــــــــــــا قوم هغه اوګړودي لعنت شي
چه ژوندۍ ژبـــــــــــــــــــه ترې ورکه په غفلت شي
يا هغه چه په شمار په برخـــــــــــــــــــــــــه ډير وي
خو نصيب ئې اخير نـــــــــــــــــــــوم د اقليت شي
دا شعار دئ زما و هـــــــــــــــــــــــــــــــر هغه ټبر ته
چه ئې ورک ملي هويت ملي وحــــــــــدت شي
داسي ښکاري هـــــــــا پنځوس پېړۍ تاريخ به
نن بر باد په ښکلي نـــــــــــــــــوم د سخاوت شي
د پښتون د ننـــــــــــــــګ په نوم مي شرم راسي
زما ئې څه که دا پنجشير نن مملــــــــــکت شي
که حقوق د ټولو يـــــــــــــــو دي په قانون کي ؟
نو مو حق دئ دا قانـــــــــــــون دي مراعت شي
د کــــــــــــــــــــــرزي څه هم زموږ غوښتنه داده
خامخا دي زمـــــــــــــــــــــــــوږ کلئ ولايت شي
کليفورنيا ،امريکاء ",زموږ کلی دي هم ولايت شي
533,خالد هادي حيدري,"
پردي لاسونه
زمــــوږ تقدير ئې لـــــيونۍ کړ راروان پر مـــــوږ توپــــــان دئ
ټوله ســـــولو تاک له تــــاکه ستړئ ستړ ئ مو کـــــــاروان دئ
--------------
نن ربــــــــاط پر ربــــــــاط ګرځــــــــــو نا اشــــــــنا ږدو قدمــونه
چه کـــــــــنعان په مــــــــــنور سو راڅــــــــه ورک هغه جانان دئ
پر تـــــــــندي چه ئې ليــــــــــــــکلئ د قسمت د تــــــــــــــبر وار و
هــــــا تــــــندئ ســو خاوري خاوري هغه سر د غم داستان دئ
چه پــــــردي لاسونه راغله زموږ پـــر شناخته باندي تاؤ سول
دا قــــــــبرونه ئـــــــې در پاته هسي ورک زموږ قـــبرستان دئ
چه د شـــــــــپو زامنو چور کړو زموږ کوڅې ئې کړې پايمالي
ځوانيــــــمرګي مو سوې هــــــــــيلي نيمخوا مو هر ارمان دئ
جـــــــــــلادان که راته تــــــــــاؤ کي په تيرو چــــــــړو بـــــرېتونه
څه ګــــــــــيله له مرګي نسته موږ ته خپل کلی زنــــــــدان دئ
چه پـــــــه سپېنو سترګو پـــــــــــاشو د الحــــــــــق توري پر ژبـه
خود وســـــــــيل ته د فانسۍ مو راوتلئ ټـــــــــــــول جهان دئ
چه ملالــــــــــــــه مو نن سوله دپردو کوڅـــــــــــــو سوالــــــــګره
له مـــــــوږ پاته ها مــــــــــيوند دئ له موږ پـــاته ها نښان دئ
لا تـــــــر څو به حـــــــــــــــيدري خوار له پردو زړونو ګيله کړي
موږ پــــــــــــــــه خپله تباه کړئ تر ځان ګــــــران افغانستان دئ
لندن : ١٦/ مارچ / ٢٠٠٣ ",پردي لاسونه
534,خالد هادي حيدري,"
د ګـــــــــــــــناه زېرئ
څولـــــــــــــــــــــــــــــــــيوني ددغه کلي له توهمــــــــــــــته وځي
لکه ادم چي د خــــــــــــــــيالــــــــــــــــونو د دجنـــــــــــــته وځي
خدايـــــــــــــه منصور ته دي د کمي ګـــــــــــــــناه زېرئ ورکړ
چه ئې د حــــــــــــق نارې تر ستوني له غــــــــــــــــــيرته وځي
دا شرينو ښکــــــــــــــل کړه په شونـــــــــــــډو د شفق لاسونه
که خوار فرهـــــــــــــــــــــــاد د کولنګونو د زحمـــــــــته وځي
بيا د سپوږمۍ پــــــــــــر مخ پراته دي کوم خــــيرن لاسونه
چه هـــــــــــــــــــــــر مجنون د خپل لــــــــــــــيلا د محبته وځي
چه ئې سجدې پر هسک تـــــــــندي قسمت ليکلي نه وي
خود به سنګسار له دې کوڅــــــــــــــــــــو څه بې عزته وځي
دې کربـــــــــــــــــلا ته ناسوري زخمونه چــــــــــــــــــا راوړي
چه څو پـــــــــــري کړي غاړي مرګ ته بې حسرتـــــــــــه وځي
ښائې فلک پــــــــــــــــــه سپېرو ګوتو وي تش جـــام نيولئ
چه ميخانـــه کي نن ساقي له سخــــــــــــــــــاوتـــــــــــه وځي
نن چه مُريـــــــــــــــــد سو حــــــــــيدري وطـــــنه ستا د ميني
نـــور به فريب کاره پــــــــــيران ټول له دې خلوتـــــــــــه وځي
نيويارک ٢٤ / ٢ / ٢٠٠٣
",د ګـــــــــــــــناه زېرئ
535,,"
کابل : د ليندۍ ٣٠ ، ١٣٨٣
له کندهار څخه را رسيدلي رپورټونه وايي چې طالبانو د ميوند په ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پر وخت څلور تنه وژلي دي . په دغۀ بريد کې د اورپکو يو تن هم وژل شوی دی .
ځينې ناتاييد شوي رپورټونه د يوۀ ملکي کس د وژنې خبر هم ورکوي . د ځايي خلکو له خولې ويل شوي چې طالبان يوازې پر هغو ځايونو بريدونه کوي چې کمزوري ورته ښکاري او ظاهرآ د دوی له خبرو سره سر نه خوري چې وايي دوی د نړيوالو ځواکونو پر ضد دي .
په کابل کې ځينې په دې باور دي چې د طالبانو له لورې دغه ډول بريدونه نه يوازې دا چې مرسته نه ورسره کوي بلکه له ولس څخه يې نور هم جلا کوي . د دوی په وړاندې پاتې لږه خواخوږي هم ښايي دغه ډول اعمال له مينځه يوسي .
د طالبانو د همدې ډول بريدونو له امله د افغانستان په سويل او سويل ختيځو سيمو کې د بيا رغاونې چارې هم ښايي ټکنۍ وي . ",طالبانو افغان پوليس ووژل
536,,"
کابل : د ليندۍ ٣٠ ، ١٣٨٣
د افغانستان د خوست ولايت د کيسه ليکوال ګل حسين مجاهد د لنډو کيسو ټولګه (( وروستۍ ليدنه )) د خوست د خپلواکې فرهنګي ټولنې له خوا چاپ شوې ده .
دغه ټولګه د خوست د والي معراج الدين پټان په شخصي پيسو چاپ شوې . د يادونې وړ ده چې ښاغلی پټان خپله هم له ادبياتو سره مينه لري او يو وخت يې ليکنې هم کړي دي .
په کابل کې د پښتو داستاني اثارو لوستونکي او ليکونکي په دې باور دي چې دغه ټولګه د خوست له ولايت څخه د کوم کيسه ليکوال لومړنۍ مجموعه ده . د روان کال په ترڅ کې د خوست ولايت د يوۀ زلمي ليکوال ، قاسم عارف ، ناول (( سمندري باغيان )) هم چاپ شوی و .
د ارواښاد اکادميسين صديق روهي او تکړه شاعر پير محمد کاروان څخه وروسته اوس د خوست له ولايت څخه په پرله پسې توګه د ليکوالانو او شاعرانو نومونه اوريدل کيږي چې د ادبياتو په ډګر کې د پام وړ خدمتونه کوي .
",د مجاهد د لنډو کيسو ټولګه خپره شوه
537,,"
د ليندۍ ٣٠ ، ١٣٨٣
کابل : په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو وياند جنرال مک مکن خبريالانو ته ويلي چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې لپاره ټاکنې ګڼې ننګونې يا چلنجونه لري .
ښاغلي مکن وويل د امنيت مساله ورته مهمه ده . د دۀ په خيال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دومره پېچلتيا نه وه لکه اوس چې به وي .
دۀ وويل په دې فکر کې دی چې نور نړيوال ځواکونه هم تر هغو راشي که نه . ښاغلي مکن د افغان ځواکونو د روزنې د چارو پر ګړندي کولو هم ټينګار وکړ . خو ويې ويل چې دی ډاډه دی چې دا ټاکنې به هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په څير ښې تيرې شي .
تر اوسه لا جوته نه ده چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې لپاره به ټاکنې کله وي خو داسې اټکل دی چې د غبرګولي- جوزا يا جون په مياشت کې دغه ټاکنې وشي .
جنرال مکن په کابل کې خبريالانو ته وويل سږ ژمی دوی غواړي چې طالبان په کرار پرې نږدي او د نورو کلونو غوندې په دغو ورځو شپو کې ارام ونه کړي چې بيا په پسرلنيو عملياتو وتوانيږي .
",جنرال مکن : د پارلمان ټاکنې به سمې تيريږي
538,محمد زيب منتظر مسيد,"
موري
موري موري زما موري
ته مي عقل ته شعور يي
ته مي وينه ته مي زړه يې
ته مي خيا ل ته تصور يې
ته خوښي ته نيکمرغي مي
ته رحمت دپا ک الله يې
ته دځمکي اسمانونو
د همه هستئ مبدا يې
موري موري زما موري
ماخو خداى پاک دی منلی
ورته لمونځ اوعبادت کړم
شپه او ورځ يې و درګاه ته
پنځه واره په سجده يم
سبب دادی چي ته وايې :
چي ته ده يې پيدا کړى
ګراني موري ، ګراني موري
راته وايې ، راته وايې
دی رحمن اوهم رحيم دی
هم خا لق دی هم رازق دی
هم دځمکي اسمانونو
هم زمااوستا ما لک دی
موري موري زماموري
ته مي وجد ته سروريي
ته زما د زړه ټکور يې
ته چي هر خواته نظرکړي
چرت او فکر کي دي زه يم
ته چي هرخواته ګام اخلي
خيال اوذکر کي دي زه يم
زما غم وتاته غم دی
چي خوشحا ل يم ته خوښي کړي
نوموري موري زماموري
ترهغه چي زه پوهيږم
ته زما لپاره ژوند کړي
ددنياتوروتياروکي
ته زمادسترګو نور يي
موري موري زماموري
منتظر مسيد دي ځار شي
ستا دپښو تر توروخاورو
درد او غم دي ټول په ما شه
دجنت فريشتي حوري
موري موري زما موري
ته زما دسترګو توريي
ته زما دزړه تکور يي
تاشکند ازبکستان (١٧_جون _١٩٩١)
",ګراني موري ، ګراني موري
539,علي محمد سباوون، كندهار,"
د قاتلو شپو له ظلمه، موږ تيت شوي په اسمان يوپه ژوندوني لكه ستوري، موږ په سپينه ورځ پنهان يو ژبغړانده غوندې خوله كې مو ده ايښې د ګونګ ژبه چې څوك نه وي لكه فكر موږ په هغه ځاى ګويان يو يو قدم كه چېرې اخلو، پر طرف د ارتقا موږپه دويم كې زولانه يو، محكوم شوي په زندان يو په پردي مسير مو تګ دى، لا له ځانه خبر نه يو چې د كوم راهب پيرو يو او پر كومه لار روان يو كه د خپل مخكښ پر لاره روان نه شو سباوونه!د كنعان غوندې همېش به موږ ډوب شوي په توپان يو. ",غزل
540,ذبيح الله احساس، مزار شريف,"
زړګيه! وايه فيصله اوس كوهچې كوم خوا ځو، ما نه خو لورى ورك دىموږ هره شپه ده په ماښام پيل كړې خو نن يې نخښه رانه ستورى ورك دىچې قناعت كوي په خپله برخهلكه چې نن په كې سرزورى ورك دىراښكاره نه ده د وصال نخښه مو زما ملګرى، زما سيورى ورك دىڅه به احساس د شاعري وكړمهچې د غزل مې لومړى تورى ورك دى. ",ملګرى
541,پير محمد كاروان,"
ګلونو! په جرګه ورشئ بلبله مرورهاواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره
دا داسې يو اواز ته وا جادو نه راوتلىد غرونو د قُمري له كوكوكو نه راوتلىله زړه نه كه د شاتو له كندو نه راوتلىدا چا رانجه وركړي، چې غزله مرورهاواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره
اواز د قمرګلې په اوبو كې ګلابونهګډېږي په نرګسو په شبو كې ګلابونهشيخانو ته موسكي شي په تسبو كې ګلابونهله خپل جنتي غږ نه نو بيا څله مرورهاواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره
نيلى د نغمو زين راوله، راشه په ركاب كېكړه جوړه هنګامه په سرينده او په رباب كېورګډه په څپو شه د سندرو په درياب كېموسكۍ شه، كه څه هم يې په زر ځله مرورهاواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره 1382_12_17ل كال، خيرخانه مېنه، كابل ",د پښتو تكړه سندرغاړې قمرګلې ته!
542,سيدشاه سعود، پېښور,"
ته چې راسره يې كايناتو پسې نه ګرځمبس له دې نه وړاندې امكاناتو پسې نه ګرځمزه د خپلې لارې په لټون باندې پوهېږمهځكه د منصور انكشافاتو پسې نه ګرځمبس كه يو نظر راته د ژوند هومره راوبخښېنور به دې د حُسن مراعاتو پسې نه ګرځمحُسن راته وويل چې شين تاويز په غاړه كړهمينې راته ووې: خرافاتو پسې نه ګرځمڅه وكړم چې بله لاره نه شته ګنې هسې خو زه لېونى نه يم، مشكلاتو پسې نه ګرځم. ",غزل
543,قدرت الله حليم، سويډن- مالمو,"
نه زړه زما سوځېږي او نه تن لرم جانانهنه ستا ګلونه غواړم، نه چمن لرم جانانههر چا پرې اورولي دي، خپل نيت هومره بمونهپه اور كې لولپه غوندې وطن لرم جانانههېڅ وخت پرې د سپرلي څښتنو پېښه نه ده كړېسپېره د خزان غېږ كې پروت ګلشن لرم جانانهڅادر يې كړم كوم سر ته او بيرغ و كوم مزار ته ملنګ غوندې يو څيرى پېراهن لرم جانانهورېښمين دسمال دې واخله دا به تا لره په كار شيحليم و خپلو اوښكو ته لمن لرم جانانه. ",لمن
544,ازاد خان ازاد، عمر اباد,"
خدايه! په هر ګام كې ظالمانو ژړولى يمتل لكه كابل خپلو خپلوانو ژړولى يمزه د مين زړه سورى سورى، زخمي زخمي يمهاوس هم په سلګو يم، چې خوبانو ژړولى يمدا چې مې له سترګو نن د اوښكو پرځاى وينې ځيدې اوښكو سلګو د يتيمانو ژړولى يمستړى د ګور مړى در په در، خاورې په سر يمه اوسم پښتنو كې، جاهلانو ژړولى يمتل د محبت پرځاى نفرت سره ياري كويداسې څو له شره ډك كسانو ژړولى يمپرې يې ږده ازاده! نوكري د سركار وركه شهڅو ځله دې خپلو افسرانو ژړولى يم. ",غزل
545,احسان الله جرس، كندهار,"
كلي كې ډېره وه خوښي او هېڅ مو غم نه وچې كله غم و، بيا له غرونو څخه كم نه و منم ټيكه يې، پر تندي وه د سندرو اېښېمګر باور يې هېڅ په رام او په صنم نه ود خان په كور كې اسلحه وه، بې حسابه پرته مګر په برخه يې يوه دانه قلم نه و چې پر بارخو دې ترڅو اوښكې بهېدلې نه وېګلاب خو وې، مګر پر پاڼه دې شبنم نه و دا به قسمت و، چې مې يار كله هم ونه ليدهګنې جانان مې له ما ليرې يو قدم نه و. ",غزل
546,بشيراحمد نادم، كوټه,"
ښايست او رنګينيو مازيګر نه كډه وكړهچې ښكلو مستو پېغلو له ګودر نه كډه وكړهاحساس چې يې پښتون و او پښتو به يې پاللـه هغو جګو شملو نن له خيبر نه كډه وكړهد سترګو يو نظر دې د لقمان په څېر طبيب وچې زړه مې د دردونو له پرهر نه كډه وكړه. ",خيبر
547,زاهد عبدالرحمان رشيدزوى، غزنى,"
د دې وطن په تاو راتاو غرونو كېما د چترال د غرو هوسۍ وليدهد غرو پر پراخه او اواره لمن په مراندو ټينګه مې كېږدۍ وليدهپر هر يو كاڼي لګېدلې اوبهاوبو په څنګ كې مې كوچۍ وليدهترېنه راتاوه توره سپينه رمه كلي په څنګ كې مې شپونكۍ وليدهد خوب ليدو مې وو دا واړه غزلپه توره شپه كې مې چومنۍ| وليده.
| زموږ په لهجه كې چومنۍ شيطان څراغ ته وايي.
",د وطن كوچۍ
548,سعيد زابلى- غوړه مرغه- زابل,"
له چا فتوا واخلو، له چا سره غزا وكووتوره په لاس كې يو حيران، څنګه بينا وكووقاتل چې راشي زموږ په كلي كې وژنه وكړيزموږ په وس كې نه وي څه، مړه ته دعا وكوود قدرت مخكې مو له قام سره وي ډېره مينهچې شو واكمن، نو ظلم ښه بې انتها وكووخلك اختر كې په غويو پسې چړې راكاږيزموږ په كور كې بل څه نه وي، نو حلوا وكووياره سعيده! نن ورځو خو ګوره پام به دې ويكه يار ښكنځلې كې راسر، موږ به موسكا وكوو. ",غزل
549,عبدالصبور ټكر,"
نور به زلمي قلم په سر ږدي، ټوپك اور كې سېزيكتاب پر سترګو، پر ځيګر ږدي، ټوپك اور كې سېزينور د پرديو په لمسون خپل كلي نه ورانويډېوې د علم لر و بر ږدي، ټوپك اور كې سېزيدوى ته تعليم په كار دى، دوې لسيزې جنګ ځپليقدم د هر ښوونځي په در ږدي، ټوپك اور كې سېزيتل به د خپل وطن د هر بچي پالنه كويبېل پر اوږه، هر يو بزګر ږدي، ټوپك اور كې سېزيعبدالصبور ټكر د هغې پېغلې خال يادويچې په قلم يې په هنر ږدي، ټوپك اور كې سېزي. ",ټوپك
550,فتح الله احمدي، غزنى,"
صوفي غوښې، وريجې غواړي د جنت په نعمتو كېهم له حورو سره ملاسته پر ورېښمينو پالنګو كېد غلمانو په هوس دې، هر ماښام كوي نفلونهچې يې وګماري خدمت ته څو پوړيزه تعميرونهد شيدو ويالې يې خوښې، خو په ميو زړه نازړه دىچې ګډون يې كړى نه دى، په محفل د ميخانو كېما د تاك په رګ كې مينه په نظر كې ده نيولېلټوم يې، لټوم يې، د جنت په پيمانو كېكه ساقي په توده مينه يو پياله د ميو راكړهدغه مينه به پالمه د دوو سترګو په لېمو كې. ",غزل
551,داود خاطر، ږوب,"
ټولې سترګې په ژړا دي
خپلې اوښكې ته كړه پاكې
زه به هم اوښكې صفا كړم
ولې هر سړى ژړا كړي؟
په ژړا څه نه جوړېږي
هره خوا دي اوښكې اوښكې
ټولې سترګې په ژړا دي
راشه ياره! چې موږ دواړه
پاكې كړو اوښكې د سترګو
ته له ځانه دسمال جوړ كړه
زه به هم لكه دسمال شم
ټولې اوښكې به صفا كړو
ټولې اوښكې به صفا كړو.
",دسمال
552,نصرالله رحيمي، غزني,"
دا د كومې شپېلۍ غږ دى
دا د كوم رباب نغمې دي
چې احساس ته مې نغمې شوې
بيا د غره لمنې شنې دي
بيا ګلبوټي ورته خاندي
بيا يې شور د بلبلانو
په ګلشن كې انګازې كړي
بيا د مينې لېونتوب دى
چې مجنون يې راژوندى كړ
نه په دښتو كې سراب و
نه ګلونو كې اغزي وو
نه مې يار سره اغيار و
نه رقيب و، نه يې كار و
دا د زړونو همرازي وه
دا د سترګو سترګو جنګ و
په جانان دې زما قسم وي
دا يو خوب و، دا يو خيال و
دا يو خوب شو، دا يو خيال شو.
",خيالونه
553,تقي حصار شاهيوال، ننګرهار,"
څراغ د اميدو به شم، رڼا به راولمدې وچو سپېرو شونډو ته خندا به راولمجګړو راته سېزلي د وطن د بڼ ګلونهسپرلى به شم، وږمې به شم، ښكلا به راولمزما خوږه هېواده! په لمبې ستي- ستي شوېزخمونه به دې روغ كړمه، دوا به راولميتيم ته به د نوي ژوندون نوى زېرى وركړممستي به شم، خوښي به شم، خندا به راولمد مينې ولولو ته به د مينې رڼا وركړممجنون به شم، مفتون به شم، ليلا به راولمتقي حصارشاهيوال ټپي زړونه به مرهم كړمتيارې به دړې وړې كړم، سبا به راولم. ",غزل
554,انځورګر,"
كه څه هم د نړۍ په نورو هېوادونو كې د ژبو د ودې او پرمختګ لپاره په لسګونو اكاډمۍ او مركزونه جوړ شوي، چې د حكومت له خوا يې مالي او معنوي ملاتړ كېږي، چې د كار پايله يې هماغه د ژبو بېسارې پراختيا او پرمختيا ده. همدا وجه ده چې نن سبا زياتې ژبې د كمپيوټر او ټنكالوژۍ په برخه كې كارېدونكي او ژوندۍ دي، چې هغه د چا خبره پر نړۍ راج چلوي.
څرنګه چې د لرغونې، وياړلې او خوږې (پښتو) لپاره كوم دولتي مركز او ارګان نه شته، چې روزنه او پالنه يې وكړي، خو داسې ډېر ځوانان او شاه زلمي پيدا كېږي، چې د خپل ملي احساس له مخې په بېلګړي (انفرادي) ډول د يوې ژوندۍ اكاډمۍ په څېر كار كوي.
عبدالله هنرمل يې يو بل خواخوږى دى، چې په يوازې سر يې د كمپيوټر 98، اكس پي او 2000 وينډوزونو لپاره پښتو پروګرامونه جوړ كړي، چې تر 46زياتې ښكلې او ګلالۍ ليكبڼې (فونټونه) لري.
دغه ځوان د پښتو لنډيو يوه غورچاڼ ته هم كمپيوټري بڼه وركړې، چې ښكلې ډيزاين شوي او هر رديف يې په بېله- بېله پاڼه كې اوډل شوى دى. په دې وروستيو كې يې د رحمان بابا او حميدبابا دېوانونو ته هم كمپيوټري بڼه وركړې او په ښكلې بڼه يې ډيزاين كړي دي.
د هوسۍ اداره له ښاغلي هنرمل څخه مننه كوي، چې د دغې ادارې په كمپيوټر كې يې پښتو وردننه كړه، هوسۍ به يې دغه همكاري نه هېروي، هان! كه چېرې تاسې هم دغه پښتو وينډوزونه، پښتو لنډۍ، د رحمان بابا او حميدبابا دېوانونه د خپلو كمپيوټرونو لپاره په سي ډيانو كې غواړئ، نو په دې پته اړيكي وساتئ:
د خاد كوڅه، موسى خان جامع جومات ته مخامخ، د ښكلا مجلې دفتر، كندهار- افغانستان.
",پښتو د كمپيوټر ژبه شوه!
555,استاد جان محمد كاكړ، امريكا,"
چې د مورد غېږې ژبې ته دې شا كړهتربيــه د مور و پـلاردې برمـلاكــــړهد آسمان په كتابوكـه څه هم پوه يېسود دې نه شته، خپله ژبه دې ترشا كـــړه نورې ژبې اوعلوم زده كـړه هنـر دىمېړه ها دى كې د مور ژبه ښكلاكــــړه چا ويل چې سيند خالى دى له ګوهره”چې غوټې پسې وهې لعل يې پيدا كړه“خواره ژبه او كلتور، ملت يې مړ دىملتپالوتر خپل قوم هـرڅـه فـداكـــړهپښتنوخـويندو! پالـنـه د بچـوكـــــړئكــنه زوى دې د پښتو ورماته ملا كـــړه ",غزل
556,شپونكى لاروی ، روسيه,"
كوچۍ!زما ګرانې كوچۍ!
نه پوهېږم !
خو زړه مې همېشه غواړي
چې تاته!!
هو! تاته!!
د خپلو شنو درو
او شنو ورشوګانو
په شنو سرګړو پټ راغونه،
دا اوچت او دنګ دنګ غرونه
دڅوارلسمې سپوږمۍ د سپينو شپو
او د اېلبند د سپين سهارد شمالونو،
د خپل تېر شوي زاره چاودي ژوند،
كيسه وكړمه
هو! زړه مې ډېر څه غواړي
او دا ځكه چې زه ستا د سيمې يم
|||
كوچۍ! زما ګرانې كوچۍ!
څومره كه دا ماڼۍ، دلته دنګې او هسکې شي
خو زما او ستا، د هسكو غرنو څوكو ته نه شي رسېدی
څومره كه دا واټونه په رنګارنګ گلونو ښكلې شي
خو زما او ستا د ښكلو درو په ښكلاپسې نه شي رسېدی
څومره كه په لوړ اواز او لوړ انداز کې
مستو نغموسره مستې سندرې غبرګې شي
خو هغه ټولې ما ته پردۍ دي،
ما نه شي خپلولای
ځكه چې، زه ستا د سيمې يم
اوستا د سپېرو شونډو په سر مې
هغه لنډۍ تل يادېږي
هغه چې تا به
په خپل خواږه غږ کې تل ويله
هو!
همغه لنډۍ
ستا به په يادوي، كه هېره؟
خو زما هېره نه ده
زه يې اوس هم د ځان سره تل وايمه:
مورې! كوچيانو كې مې وركړه
چې تور پېکى مې د اېلبند شمال وهينه
",ګرانې کوچۍ!!
557,سيد شاه سعود، پېښور,"
د هديرې هغو پنځو قبرونو
تورو جامو سره سمون خوړلو
د تورې شپې لحد كې تورو ميرو
زما او ستا په شانتې ساه اخيسته
د كايناتو سترګې ورپېدې
ورېځو تندر ته پناه وركړله
وخت په وجود كې تسلسل لرلو
خو دې شېبې په كې بدلون راوستو
ما چې له تېرو څو كلو راهيسې
څومره بې مخه ګناهونه لرل
هغه مې سترګو نه چاپېر كښېښوول
بيا مې يو څو شېبې ته ساه بنده كړه
په ماښامونو كې مې اور لګېده
د ژبې سر نه مې شعلې پورته شوې
يوه بې مخه، بې وجوده ښځه
له يو لحد ځنې راووتله
زما بې مخو ګناهونو ته يې
زما څرمنې نه كفن جوړ كړلو
زه يې هډوكو پورې وشمېرلم،
بيا يې پنځو باندې تقسيم كړلمه
او بيا لحد ته بېرته ننوته
ما چې چاپېره ځان ته وكتل نو
زه د منتر په دايره كې ومه
زما په ژبه هر يو څيز پوهېده
خو زه له خپله ځانه ووېرېدم
او له هندارې نه مې منډه كړله
اوس رانه هېر دى، څو كلونه وشول
خو چې سهار مې حجامت كولو
نو په دېوال مې ايينه ماته شوه.
",جادو
558,عبدالله جان ملتيار، كوټه,"
سپوږمۍ درومي، ورو ورو لوېږي وخت بېګا راځنې اخلياى د نيمې شپې وصاله! تا سبا راځنې اخلينور خو هېڅ نه و راپاته، بس يو ته مې تسلي وېزما سرو سترګو څڅوبه، نن هم تا راځنې اخليدې رقيب مې نن شپېلۍ د اسرافيل لاسته راوړېپه يوه پوكي چې زما د عشق دنيا راځنې اخليد مهال تبر په لاس كې زما د زړه كعبه كې ګرځيابراهيم راباندې ژاړي، ديوتا راځنې اخليته مې وينې چې ملنګ يو، دې كوڅې ته ځم راځمه نور هېڅ نه شته، ځه خولګۍ او دا دعا راځنې اخليد اړپ شعار ورڅخه، دې رنځور كلي ته راغىد غضب لاس مې پر خوله ږدي، واويلا راځنې اخليد وختونو په مدار كې ځكه لمر يم ملتياره!دغه ستورى په تيارو كې، تل ځلا راځنې اخلي. ",رنځور كلى
559,يحيى هماى، خوست,"
تغافل د يو نظر مې لاس له هر كېدون وباسيڅه مضر لكه رشوت چې زړه له هر قانون وباسيزموږ زړونه سنتي دي او په دوه ژونده باور يو څه به مرګ زما له سره ستا د عشق جنون وباسيزورور او دوړور به يې دا تاندې ولې وخوريګل به مړاوى شي له څانګو د ښكلا رغون وباسيژوند روان دى، ژوند روان دى، ژوند روان دىهر د راز و نياز د مينې له دې ښكلي شتون وباسيچې د زړونو له ساتلو له پاللو يې خبرېنور د فكر له نصابه كه چې دا مضمون وباسيكه مې ژوند غواړې يحيى په دواړو سترګو مې لاس نيسهالتفات مې د دې ښكلي پام كوه لړمون وباسي. ",تغافل
560,: والټ ويتمن,"
ژباړن: عزت الله پېژاند
زه ځان لمانځم
زه ځان ستايم په سندره
ښايي زما د زړګي خوښه ستا شي خوښه
دا په دې چې،
زما وجود، بس ستا وجود دى
اى جانانه!
",د ځان سندره
561,باز محمد عابد، كابل,"
څومره چې زړه باندې مې هر وخت رااورېږي جانان
هومـــــره ســـــاده دی هــــومره ژر مـــرورېـږي جانان
سپيــــــنې روپۍ يې په لمن يوازې شرنګ نه کوي
چې لـــــــمر ته وګوري د لمر غوندې پړقېږي جانان
لکـــــه چــــــې چــــــا ورتـــــه آمــين کــله ويلی نه دی
چـې مــې دُعـــــــــا غــونــدې له لپو نه تويېږي جانان
داسې هم نه ده چې پر ما يې ګوندې زړه سوزېږي
چې ما ته وګوري غوسه ورشي سوزېږي جــــــانان
بازه! ازار د کــــــومــــې زاڼــــې تــــور وزرې بــــه وي
چــې پــه لـــږ څـه کــې دې لــه لاســـه ازارېږي جانان ",غزل
562,نذير احمد نذير,"
وخت دى ظالمه! چې د بل د شنو غنمو لو كړې
خو خداى به داسې وخت هم راولي چې
ستا پخې شوې شولې
له ډېر پوخوالي توى شي
دومره څوك نه وي
چې يې لَو وكړي.
",لَو
563,فيض الحق مل، كوټه,"
زړه د يو مين يم، په غمونو كې مې ونغاړهوخته! كړاوونو، ماتمونو كې مې ونغاړهځغلنده نظر يم، د ګودر پر غاړه پرېوتميار ته مخامخ شوم، په سوالونو كې مې ونغاړهپروت يمه د خُم تر څنګه زه د چا خمار يمه راشه ساقي راشه، په جامونو كې مې ونغاړهزه لكه ټپه د ميوند خولې نه دې راوځمهته ملاله پېغله يې، ننګونو كې مې نغاړه وړه مې د كابل د ښار ښكلا يم الوتكه كېګوره پرې مې نه ږدې، په بمونو كې مې ونغاړهمل مې يې او خپل مې يې، خو زه دې هم پردى نه يم توري د غزل يمه، لفظونو كې مې ونغاړه. ",ونغاړه!
564,عبدالقيوم مينه وال، كندهار,"
قلم، كاغذ مو مخكې شته دي، خو مات مات لاسونههم فيلسوف، هم فلسفه يو خو مات مات فكرونهد كايناتو تابلو زموږ له سترګو پټه نه ده ممبر د پوهې په كې زموږ دى، خو مات مات ګامونههومره نظر لرو چې كاڼو كې لالونه وينواوس چې دلبر هم رانه ورك دى خو مات مات نظرونه. ",مات- مات لالونه
565,عادل اڅكزى، چمن,"
زړه ته مي سوز، سترګو ته نم پاته شو د وير بهير راته هر دم پاته شوچې يې زخمونه زما وليدلهګوته په غاښ ورته عالم پاته شوداسې څوك نه شته چې مې درد شريك كړيمل د ښې ورځې يار په چم پاته شوترس د ناترسو به هېڅ نه شي پر موږ كه مې هرڅو په خوا كې غم پاته شو عادله! اوس لا ځنې ګټه واخله چې وخت تېرېږي عمر كم پاته شو. ", پاته شو
566,محمد انور، دوبۍ,"
څه يې كومه چې رادرومي د غمو پسرلىدا د اورونو، زلزلو او سېلاوو پسرلىما يې د تېرو دردو جاج ورپوره كړى نه دىبستر تړلى بيا رادرومي په نخرو پسرلىما ته يې اوښكې په ګرېوان د يتيمانو توى ديڅنګه به وكړم هركلى د دې تيارو پسرلىټوله جهان لره چې لاړ شي، خنداګانې وروړيپه موږ راپرېوځي لكه تندر اسمانو پسرلىانوري صبر كوه ډېره حوصله په كار ده مولا به راولي پر موږ د امېلو پسرلى.
",غزل
567,سهار,"
هغې ته چې تر اوسه يې هم زما په زړه كې د مينې څراغ بل دى.
نن د سګرېټ لوګي ته ناست وم ګلې!
ما وې چې غم به دې پې ولوبوم
خدايږو چې څنګه مې راياده شوله
يوه ورځ مې مور هسې په غوږ وهلم:
”زويه! د مينې نه لاس واخله زياتي
دا د پيسو وګړي نه خپلېږي،
ستا په قسمت كې غريبي ليكلې
خان او غريب سره جوړېږي كله“.
اوس د سګرېټ لوګي ته ناست يم ګلې!
مخ ته مې ايښي د رحمان شعرونه
زما د مور خبره سمه خېژي
ځكه خو وايي چې ”نذيره“ زويه!
”نه شي د خانانو غريبانو سره كلي
چېرته عزيز خان، چېرته ملنګ عبدالرحمان“ ",غزل
568,فتح الله احمدي، غزنى,"
چې يې شونډې سوربخونې يمه توردىحيرانتيا دى د رنګرېز مرموزه چار ته تورې زلفې يې پرمخ خورې ورې شوېما شالله د خورو زلفو اختيار ته په كټ كټ خندا يې غاښ برېښنا كړه جوړه سترګې ټيټې شوې صنعت د كردګار ته چې د سترګو په بڼو پر زړه ويشتل كا ډېر په وياړ يې تمه دار يمه ګوزار ته كه د زلفو په تار سر په غرغره ږدم ما په خپله لاس اوږد كړى د مرګ دار ته. ",غزل
569,امير محمد سمسور، مزار شريف,"
هغه زړګى، هغه بلبل، هغه بورا لټومهغه مين د تورو زلفو د ليلا لټومچې پاڼه پاڼه ونې_ بوټي يې ټوكېږي سباهغه ښايست د سرو ګلونو په سارا لټوم. ",څلوريزه
570,صديق الله مين، كوټه,"
زما پښې نه پر ورتلې نه ورتلمهما يې له مينې نه توبه كښلې وه سترګو وه دا راسره ژمنه كړېچې به بيا ديد نه كړي د هغه ښكليچا چې رټلى، ځورولى يم زه
|||
ظالمه! تا راسره ضد كولو كله دې هم زه كرار نه پرېښودمغوښتل دې دا چې يوځل بيا ورشمه هغه مغرور، ها بې پروا ښكلي ته چا چې شړلى وم په څو ځلي زه له خپله دره بېنوا، مايوسه
|||
هو! زه خبر وم ځكه نه ورتلمه چې هغه ما نه بېخي سخت نفرت كړيخو تا هم ضد لكه ماشوم ډېر كاوه اخر مجبوره شولم بيا ورغلم خو كړم يې دا ځل بيا تر هر وخت ډېر سپك
|||
ځكه مې خاندي اوس پر حال خپل ارمان نادانه! ته د تن پاچا يادېږېخو مګر زه شوم ستا له لاسه داسېچې هېڅ هوس كولاى نه شمه اوسپه دغه خپل مست زلميتوب باندې نورزړګيه! تا كړمه له ژونده بېزارزړګيه! تا كړمه له ژوند بېزار.
",د تن پاچا
571,شېرالله مراد، پكتيا,"
زما د زړه په قبرستان كې رانه وركه ياره!
يا د ژوندون په ګڼ بازار كې نادركه ياره!
دا ستا يادونه مې ښخ كړي دي د زړه په ځمكه
پرې مې مزار جوړ كړى
زما د زړه ځمكه اوس ورانه هديره جوړه ده
او د يادونو د قبرونو پته هم نه كېږي
خو زه ورځمه ستا په قبر باندې نښې كرم
چې رانه ورك نه شې
او نادركه نه شې
نښې نو څنګه دي نو وايه رانه وخو پوښته
د سترګو ګاټي مې پرې ايښې دي د كاڼو پرځاى
او بيا مې سور غوندې د خپلو وينو رنګ وركړى.
چې رنګ يې تت شي،
د روزګار په ګرد، ګردمن شي نو بيا
بيا يوه ورځ يې زه په اوښكو باندې ووينمه
او د خپل څيرې ګرېوانه نه رنجې وباسمه
ستا د مزار په لكړګۍ باندې يې ولګوم
او ستا تصوير له جېبه وباسمه كښېنم ورته
يوه لحظه په سوچ كې
د رپ رپانده خپل ګرېوان رنجې ته
او ستا د ماضي ښكلا ته
نو ستا د يادونو قبر
او ستا بېلتون له مانه
ما كړي مجبور
چې د خپل زړه په هديره كې نوره
زه مينجور ستا د يادونو د مزار جوړ شم
له دنيا لاس واخلم
خو داسې هم نه ده
ستا سره خوا كې نور قبرونه هم شته
دغه هم ستا غوندې ياران وو زما
خواږه دوستان وو زما
اوس يې يادونه هم زما د زړه په تل كې ښخ دي
او ستا قبر په كې داسې ښكاري
لكه له قبره وتى نه چې نور
واړه قبرو ته تاو وي
خلك ورځي د مومنانو په نوم
او پر پېغلو يې مات بنګړي اچوي
تل د خپل زړه د مرادونو د عاګانې كوي
ما ته هم دا د چا قبرونه ښكاري
ما ته هم داسې واړه زړونه ښكاري.
",ياد
572,,"
د مرغومي لومړۍ ، د ١٣٨٣
کابل : د ولسمشر حامد کرزي وياند جاويد لودين له ورځپاڼه ليکونکو سره د خبرو پر وخت روښانه کړه چې ښاغلی کرزی پر خپلو هغو وزيرانو چې دوه تابعيتونه لري فشار اچوي چې د اساسي قانون له غوښتنو سره سم يو پريږدي .
وړمه ورځ ښاغلي کرزي په خپل خبري کانفرانس کې تر يوۀ ځايه همدا ويلي و چې د کابينې د اعلان ځنډ يې له همدې امله دی .
د افغانستان اساسي قانون غوښتنه لري چې وزيران بايد يوازې د افغانستان تابعيت ولري خو که کوم غړی دوهم تابعيت هم لري نو بايد ولسي جرګه دا پريکړه وکړي چې هغه مناسب ګڼي که نه .
د افغانستان د لنډ مهالې کابينې ځينې تر ټولو تکړه او فعاله وزيران هغه و چې دوه ګوني تابعيتونه يې لرل .
په کابل کې د سياسي مسايلو ځينې کتونکي په دې باور دي چې دغه وزيران له خپل دوهم تابعيت څخه په ګرانه تېريدونکي دي .
دغه کسان وايي چې د افغانستان سياسي فضا لا تر اوسه ټيکاو نه لري او دا امکان ليرې نه دی چې د کورنيو فشارونو له امله ولسمشر هره ګړۍ د کابينې هغه غړي ليرې کړي چې له جنګسالارانو سره تړاو نه لري . په دغه ډول يوۀ حالت کې دوه ګونی تابعيت د ضمانت يوه وسيله ده .
د اساسي قانون په لويی جرګې کې د دوه ګوني تابعيت مخالفت تر ډيره هغو کسانو وکړ چې ګواکې له جنګسالارو ډلو ټپلو سره يې ګټې خوندي وې . ",کرزی له وزيرانو غواړي چې يو تابعيت ومني
573,,"
د مرغومي ١ ، ١٣٨٣
کابل : په کابل ، کندهار او هلمند کې فرهنګي کړيو د ارواښاد استاد رښتين د ميرمن په مړينه خپله خواشيني ښوولې ده .
ميرمن رښتين د ٧٥ کلونو په عمر تېره اوونۍ په حق ورسيده او د استاد زيارت ته نژدې په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شوه .
د خواخوږۍ په پيغام کې راغلي چې د استاد رښتين د ميرمن په مړينه د وير ټغر ويړ دی . د استاد اولادونو ته صبر او اجر غواړو . ",د ارواښاد استاد رښتين د ميرمن پر مړينه د وير ټغر ويړ دی
574,,"
ارواښاد ډاکټر علي احمدپوپل خان پوپل د ٢٠٠٤ زېږديز کال د نومبر د مياشتي پر ٢١مه نېټۀ د المان د ايسن په ښار کښي په حق ورسيدی . خدای بخښلی ډاکټر علي احمد خان پوپل٨٨ کاله پخوا دخوست په ولايت کښي زېږېدلی و .
د ارواښاد پوپل صاحب لپاره ځانګړې ويبپاڼه جوړه شوې ده ، چي پر ځينو برخو يې اوس هم کار روان دی .
تاسو د ارواښاد ډاکټر علي احمد خان پوپل لپاره په ځانګړې شوې ويبپاڼه کښي د نوموړي په اړه بېلابېل مالومات لوستلای شئ .
په نوموړې ويبپاڼه کښي اوس د ميلمنو پاڼه هم جوړه شوې ده ، او تاسو کولای شئ د ارواښاد ډاکټر علي احمد خان پوپل په اړه خپلي خاطرې او د خواخوږۍ پيغامونه هلته وليکئ . د نوموړي پاڼي د ميلمنو پاڼي ته د ورتللو لپاره دلته کليک وکړئ .
د ويبپاڼي پوره پته داسي ده : www.aliahmadpopal.com
",ارواښاد ډاکټر علي احمد خان پوپل ويبپاڼه
575,,"
يوه پښتو، كره پښتو
د هرې ژبې د پرمختګ لپاره د معياري ليكدود (رسم الخط) درلودل، يو اساسي او ضروري شرط دى. د پښتو ژبې د معياري ليكدود لپاره تر اوسه پورې پښتو ټولنې (علومو اكاډمۍ) او باړه ګلۍ ځينې پرېكړې كړې دي، خو دغه پرېكړې له يوې خوا بېخي لږې او له بلې خوا د ځينو ژبپوهانو او ليكوالانو له نظره ځينې يې ناسمې دي او له سره غور غواړي. دغه ډول د نويو لغتونو د جوړولو په برخه كې هم خپلسري ډېره شوې ده.
(ميوند كلتوري ټولنه_ كندهار) غواړي چې د پښتو ژبې د معياري ليكدود لپاره يو سيمينار جوړ كړي، چې د كوزې او برې پښتونخوا ليكوالان او ژبپوهان برخه په كې ولري. خو لومړى بايد د ليكدود دغه اختلافي صورتونه راټول او بيا سيمينار ته وړاندې شي.
موږ د پښتو ژبې له ټولو ژبپوهانو او ليكوالو څخه هيله كوو، چې په دې كار كې زموږ ملا وتړي. دوى كولاى شي چې موږته يوازې دغه اختلافي صورتونه راولېږي او يا د علمي دلايلو په وړاندې كولو سره يوه كره بڼه يې هم په نښه كړي. كېداى شي دغه بڼه په نښه كول يې پر بېلابېلو علمي پرنسيپونو ولاړ وي، لكه: لرغونوالى او قدامت_ اختصار يا لنډون_ اسانوالى او فصاحت_ دودوالى يا عاموالى_ توپير اونه التباس_ اهنګوالى او بلاغت_ څرګندوالى او د افادې ځواك_ د ويونكو ډېروالى او داسې نور...
دغه ډول نوي جوړ شوي لغتونه اويا د يوه پردي لغت په اړه، چې بايد په پښتو كې څه ډول معادل ورته ولرو، هم خپل وړانديز راولېږئ.
پر دې سربېره، كه د سيمينار د اجنډا او يا طرزالعمل په باب كوم وړانديز لرئ، نو هم يې زموږ څخه مه سپموئ. موږ به ستاسې وړانديزونو ته سترګې پر لار يو.
زموږ پتې دا دي:
كابل:
G. P. O Box # 5898
كوټه:
G. P. O Box # 533
پېښور:
U. P. O Box # 704
برېښناليك:
maiwandnet@yahoo.com
ګرځنده ټليفون:
0093 (0) 70 21 16 96 ",اقتراح (يوه پښتو، كره پښتو)
576, نور الحبیب نثار,"
كه د امو له لارې، كه په پنجاب راغلىد انقلاب په نامه، خانه خراب راغلىزموږ د ژوند سيمه يې، زېر و زبر كړه همهيو له رواجه بهر، بل بې كتاب راغلى. ",څلوريزه
577,عبدالله پيكار، كابل,"
اوس هغه ُسر او سندريزه کرشمه نه لرماوس هغه تا ل او ترنم هغه نغمه نه لرماوس مې د زړه تارونه تار په تار شلېدلي پراتهد شرنګېدلي غزل مسته زمزمه نه لرم|||
اوس مې په زړه کې د صنم د موسکا وږم نه شتهد چا د ياد هغه حسينه بتخانه ورانه دهاو س د سپوږمۍ او لمر په راز و نياز کې نه يم شريکاوس خو له ما سره دا ټوله زمانه ورانه ده|||
زه په نړۍ کې بې ارزښته او ناچله سکهد خپل سپېره تقدير په لاس کې بې قيمته پرتهد خپل ورک شوي قام د سوي تاريخ سوې پاڼهپه خړو خاورو کې نالوستې بې عزته پرته |||
زه د بېوسو او بې کسو بايلل شوې جګړهنه کوم فا تح لرمه، نه کوم قهرمان لرمهله خپل اسمان، له خپلې ځمکې شړل شوی يمهنه مې مکان د اوسېدو شته نه زمان لرمه |||
اوس مې د رنګ او رڼا ټولې جزيرې ورکې کړېاوس د تياره تياره وختونوپه تالاب کې اوسماوس زما ياد د چا په خوا او په خا طر کې نه شتههېر شوی خوب يم په هېر شوي اضطراب کې اوسم |||
اوس مې د خيال ميخانه توره هديره ده اشناهغه مستي هغه ساقي او هغه جام نه لريزه اوس د کوم احساس له مخې ترانه ووايماوس مې سندره بې مقصده ده پيغام نه لري. كابل ٢٠٠٤-٣-٢٧
",نظم
578,تقي حصار شاهيوال,"
له خپل عزته ځارېده، قربانېده، خندېدهافغانه پېغله په سرو وينو لمبېده، خندېدهلكه ناهيده چې له خپل پته يې ځان قربان كړله لوړه پوړه چې پر ځمكه رالوېده، خندېدهځان يې قربان كړ، خو د پت لوى درناوى يې وكړله پنځم چته چې پر خاورو توغلېده، خندېدهد شهادت مقام يې وګاټه هغې افغانېد پېغلو ميره پس له مرګه ځلېده، خندېدهد حيا نښه شوله دا ټولې دنيا ته ښكاره د رزيلانو له پنجو چې خلاصېده، خندېدهد پت عزت اواز يې خپور شو پر جهان ملګرو!له بې پتۍ نه په مرګي خوشحالېده، خندېدهابدي ژوند دې مبارك شه زموږ خور ناهيدې!چې جنازې افغانو پېغلو اخيسته، خندېدهحصار شاهيوال تقي به ستا په نوم كيسې وليكيناهيد افغانه چې د مرګ كلي ته تله، خندېده. ",شهيدې ناهيدې ته!
579,قدرت الله حليم، سويډن,"
سپرلى به راشي په اميد يې ولې شم صنمه!يو څو ګلان دې و وربل لره راوړم صنمه!
د منګوټيو له كتار سره اتڼونه وي جوړ ګودر ته پېغلې ورروانې او سيلونه وي جوړ په يكه قربان او يكه زار به دې ستايم صنمه!يو څو ګلان دې و وربل لره راوړم صنمه!
كه د هلمند شور مو مولا ساز په مستۍ كړي راته زړه مو خړوب غواړي، باران او هم ږلۍ كړي راته بل پر زړګي باندې ارمان كله لرم صنمه يو څو ګلان دې و وربل لره راوړم صنمه!
غرونه رغونه او ساراوې ټولې شنې كه شولېد شپېلۍ غږ او د بلبل ښكلې نغمې كه شولېدر سره يوځاى په مېله د قرغې ځم صنمه!يو څو ګلان دې و وربل لره راوړم صنمه!
پر وران هېواد چې مو الله لږ رحمتونه وكړيلږ پرې د سولې او د امن بارانونه وكړيحليم په زړه كې همدغه ارمان لرم صنمه! يو څو ګلان دې و وربل لره راوړم صنمه!. ",سندره
580,پلوشه ساپۍ,"
ستا په وياړ ما
دا غمونه، دغه اوښكې، دغه هيلې
څوكيدارې ودرولې
ما وېل ياره!
ته راځې به.
د زړګي ورانې كوڅې ته، ته مېلمه يې
ته زما د مينې يار يې
اى زما پښتونه عشقه!
ته مې يار يې
بې له تا د مينې راز مې
هسې تشه افسانه ده
ما وېل ياره!
ته راځې به، د زړګي ورانې كوڅې ته
ته مېلمه يې. ",ته مېلمه يې
581,خالد، د كڼو او ګونګيانو ښوونځى/ جلال اباد,"
دلته هر سړى اوسېږي، دا جهان د اوسېدو دىځورېدلې خورې راشه! ستا وطن په جوړېدو دى
|| |
ستا ښايست نه شرمېدلې هره حوره تا ښوولې وه اغيار ته خپله توره نن پردي وطن كې ګرځې، ستا حالت د ژړېدو دىځورېدلې خورې راشه! ستا وطن په جوړېدو دى
|||
ستا له حق نه هر قاضي د وخت منكر وستا لپاره هر بې علمه فتواګر ود همت لمنه نيسه، ستا احساس اوس د ليدو دىځورېدلې خورې راشه! ستا وطن په جوړېدو دى
|||
هر ګړي سوځېدلې په لمبو كېمكتب نه و، ناسته وې تورو تمبو كېتا چې مټې بډوهلې، ستا قدم د ښكلېدو دىځورېدلې خورې راشه! ستا وطن په جوړېدو دى
|||
قرباني لره هروختي په خندا ويازادۍ سره بس چيغه د ""جويا"" ويتا نقاب كړ د وخت څېرې، ستا ښايست په ځلېدو دىځورېدلې خورې راشه! ستا وطن په جوړېدو دى. ",مسافره!
582,صاحب ګل فرهاد,"
هم د چنار، هم د نښتر ګلونهټوكېږي بيا پر سمه، غر ګلونه
زه به دا ستا كوڅې په ګلو، ګل كړمكه چېرې راوړل سوداګر ګلونه
زموږ په كلي كې به بيا وړيا شيسپرلى به راوړي بختور ګلونه
چې ليلا بيا په وربل ګل وټومبيسپرليه! شنه كړه پر ګودر ګلونه
سپرليه! راشه بيا ټكور ټكور كړهد ځوږو زړونو د پرهر ګلونه
فرهاده! هله به سپرلى شي پر ما چې كړمه ښكل د پېښور ګلونه.
",غزل
583, عبدالاحمد محمديار، كندهار,"
زما ياغي ځواني چې د مستۍ پر مدار وګرځيياره زمانه د جهنم پر انګار وګرځيزه كه د خوږې ګناه انداز چېرې تعريف كړمهزر ځله به بېرته له توبې توبه ګار وګرځيكفر او اسلام به مې و هېچا ته ښكاره نه شيهر يو محتسب به مې له رنګه بېزار وګرځيدا خيرن وګړي دې خپل تور لاس پر راوموږيبيا دې زما د تورمخ تصويرونه په ښار وګرځي
ټول وطن دې خوله شي او دا ټول جهان دې سترګې شيزما د بدناميو اوازه دې په جار وګرځي. ",د مستۍ مدار
584,عبدالله مجبور مومندزاده,"
څومره خوږه- خوږه فضا وه چې يوځلې لاړهدا خو له مينې نه په غلا وه چې يوځلې لاړهله اداګانو، فرېبو او كرشمو نه ډكه ما ته ښكارېږي بېوفا وه چې يوځلې لاړه دا خو د حسن ذمه وار ما ته ښكارېږي ګلهد پشكال غوندې هوا وه، چې يوځلې لاړه چې ما مجبور يې د دې شونډو پر سر شونډې كښېږديخدايږو چې بل رنګه ښكلا وه چې يوځلې لاړه. ",لاړه
585,شفيق الله شاداب,"
ستا غم كې مې بې واره بيا لمنې ته راځيد دواړو سترګو اوښكې چې مې زنې ته راځيدا نن چې انتظار هم د ګبين هسې شيرين دىد ټول ژوند د تړون لپاره ژمنې ته راځيآڅوك چې امن غواړي دغه ټول امن شكن ديپه نوم د اور- وژنې ورور- وژنې ته راځييوه غاړه دې څه راكړه، خولې دې پر مخ راغلېچې څومره اندېښنې وي تا ډارنې ته راځيله داسې رنځه روغ مه شه شادابه ادم خانه!چې خپله درخانۍ درته پوښتنې ته راځي. ",غزل
586,فتح الله احمدي، غزنى,"
لويه خدايه! راته ګوره چې خبرې دې ګړبړېد وطن ابليسان غواړي، بيا زموږ پر سيمه شخړېشيطانان دي رټل شوي، خو پر موږه باداري كاچې لمنې زموږ بيا كړي خپلمنځي جګړې ككړېپاكه خدايه! راته ګوره اتحاد مو دى اومړىوطنپال دي شړل شوي تنپرست په وطن څړيپښتنې حورې سرتورې د بې پتو په كوڅو كېبېنوا لوڅې پښې، وربل په خاورو خړې پړې
كه فرعون ته رود نيل و، ابرهه ته ابابيل واوس څوك نه شته چې د ظلم دروازې كړي دړې وړې؟",غزل
587,زاهدشاه انګار، خوست,"
د ژړا په سمندر كې څاڅكى اوښكه خندومهد تيارې په لوى توپان كې يو د نور بڅرى ږدمهد جانان د څڼوول ته يو ګلاب له خاورو غواړمپر سرخاورې دوړومه او خپل ځان خاورې كومهزه د مينې په درياب كې لاهو شوى او ورك شوىلا هم ورك نه يم له ځانه، ورك جانان مې لټومهدا سرې وينې مې عالمه د جانان د زنې خال كړئله زړګي نه هره داره ډك سيندونه بهومهكه خمار دى، كه نشه ده، كه مستي ده، كه ځواني دهد ساقي سترګو كې وينم خو ترې سترګې اړومهدا ژوندون نيمګړى جام دى او مستي يې ده نيمګړېدا شراب ترې تويومه او خمار يې مستومهستا د حسن له اسمانه مرور كه وي كوم ستورىله سپوږمۍ غگېږ تاوومه مرور پخلا كومهښايسته كه جهان نه و، يا د ښكلو جهان نه شوكه سپرغۍ كې پټ ""انګار"" شوم دا جهان لمبه كومه. ",غزل
588,قاضي محمد حسن حقيار,"
تا دې د بڼو، غشو كمان ته ګوته ونيوهما د زړه زخمو، څيرې ګرېوان ته ګوته ونيوهما ويل وايه نور څومره زخمونه راكوې راته دې په غرور څاڅكو د باران ته ګوته ونيوهومې پوښت ريبار د يار له كبره چې به څومره وي؟وې خوځاوه سر بيا يې اسمان ته ګوته ونيوهما ويل د ګلاب، نرګس، رامبېل، چامبېل ګېډۍ غواړمشنه شوه له خندا يار مې، خپل ځان ته ګوته ونيوهما ويل انتظار حورو ته سخت دى لنډه لار ښيهيو دار و ترمنځ نور يې جانان ته ګوته ونيوهما ويل اوږد ژوند نه توبه، لنډ دې وي، رنګين دې ويدې د بوډۍ ټال، خيال او رومان ته ګوته ونيوهيو ويل حقيار تړو خو دى هر ډول زنځير شكويبل د يار د زلفو تور رېسمان ته ګوته ونيوه. ",غزل
589,مشيرخان بريمن، ټل,"
زما د زړه پر دښته
ټوكېدلي ګل ته
دې نازولي، دغه ښكلي ګل ته
هر وخت د زړه وينې وركړې مې دي
پرې رالوى كړى مې دى
ډېر نازولى مې دى
اوس چې خوشبو يې زړ هته
سكون ښيي،
ارام ښيي
چې روح تازه ساتي تل
اروا خوشحاله ساتي
دا نو انصاف دى
چې د بل دې شي اوس؟ ",د زړه پر دښته
590,حكمت الله سروش,"
نور په پښتنو كې ته هرڅه ايږدېيو په كې يووالى خدايه نه ايږدې
ورك چې مې له خلكو نه په غېږ كې كړېدا احسان به كله پر ما ته ايږدې
دومره خوښي نه لرم ستا تلو نه پسمازې چې يې ګرانه پر باڼه ايږدې
دا دي څومره ښه عادت چې درشمه ښكلې! هغه دم مې خوله پر خوله ايږدې
اى سروشه! يوځل كړې زخمي دښمنبيا پر ژاړې مخ ته يې اوبه ايږدې.
",غزل
591,,"
د بېنوا ويبپاڼې د شعرونو په برخه كې نوي شعرونه پرليكه شوي، مينه وال كولاى شي چې د دغو شعرونو په لوستلو سره خپله ادبي او هنري تنده ماته كړي.
په درناوي
",نوي شعرونه پر ليكه شوي دي
592,,"
",
593,,"
په هيواد کي دننه او ټوله نړۍ کښي د بېنوا ويبپاڼي درنو لوستونکو سلام عليکم ؛
د ارواښاد استاد علامه رشاد بابا د مړيني له لومړۍ ورځي را په دې خوا بېنوا فرهنګي ټولنه د ارواښاد استاد علامه رشاد بابا په اړه په يو شمير ځانګړوپروژو کار کوي .
د بېنوا فرهنګي ټولني دمرکزي دفتر ، د ټولني د اروپا او امريکا د څانګو ، او همدا ډول دښکلا مجلې د ادارې کارکوونکي او د ټولني غړي په ځانګړو دندو ګمارل شوي دي ، تر څو د ارواښاد استاد علامه رشاد بابا په اړه په بېلابېلو برخوکښي کار وکړي .
بېنوا فرهنګي ټولنه ستاسو ښاغلو اواغلو څخه هيله کوي چي :
که د ارواښاد علامه رشاد بابا په اړه د غونډو او سيمينارونو انځورونه لرئ .
که د ارواښاد استاد په اړه دجوړو شوو سيمينارونو ، او غونډو ويډيو وي فلمونه لرئ .
که د علامه رشاد صاحب سره يو ځای انځور / انځورونه لرئ .
که د ارواښاد علامه رشاد بابا ثبت شوي مرکې / خبري لرئ .
او يا د ارواښاد استاد علامه رشاد بابا ، د هغه د ژوند ، افکارو ، ارزښتمندو آثارو او ... په اړه وړانديزونه لرئ .او يادې ته ورته نور ډير څه . . .
مهرباني وکړئ ، د بېنوا فرهنګي ټولني او يا هم په بهر کښي د بېنوا فرهنګي ټولني د غړو او استازو سره اړيکي ټينګي کړئ ، يا يې په لاندنيو پتو موږ ته راورليږئ . تر څو د استاد تل پاتي ياد لا ځلاند او تل پاته شي !
يادونه : په برېښناليک ، پوست ، او يافکس کښي خپل پوره شهرت ، او د ټيلفون شمېره مه هيروئ ، تر څو وکولائ شو د اړتيا په وخت کښي ستاسو سره اړيکي وساتلای شو .
په درناوي
د بېنوا فرهنګي ټولني دمشرتابه جرګه ګۍ
کندهار ( افغانستان)
د بېنوا فرهنګي ټولني د انګلستان څانګه ( لندن)
محمد اسحاق توريالMohammad IshaqToryal
1A Rex Parade
Woodford Green
Essex IG8 7HU ( UK )
ِTel:0044-208-50-50-513
Mobile : 0044-7-958 494 418
Email: toryal@benawa.com
بېنوا فرهنګي ټولنه _ کندهار ( افغانستان )
بېنوا فرهنگي ټولنه Benawa cultural society
موسی خان سړك ، هرات دروازه MosakhanStreet
کندهار افغانستان Kandahar Afghanistan
E-mail: skala@benawa.com
Tel. 0093-70-311279 _
0093-70-312746_0093-70-302878
د بېنوا فرهنګي ټولني د اروپا څانګه ( هالنډ )
Abdullah Ehsan Kakarعبدالله احسان Tiranaplantsoen 149
2034 TM_ Haarlem
The Netherlands
Tel_Fax: 0031-23- 540-31-29
Email: ehsan@benawa.com
د بېنوا فرهنګي ټولني د امريکا څانګه (نوی يارک)
Khalid Hadi خالد احمد ( حيدري )
Afghan photo ghrapher
P.O.Box No.4051
Schenectady N.Y. 12304
U.S.A
Tel: (518) 542 84 82
Email: khalid_hadi@benawa.com
د بېنوا فرهنګي ټولني ته په لاندي اسانتياو هم مواد راليږلای شئ :
ښاغلی اسمعيل يون : _ ننګرهار
ښاغلی بريالی هلمند : بست فرهنګي ټولنه لښکرګا ښار
ښاغلی سعيد زابلی : د بېنوا فرهنګي ټولني غړی قلات070320129
ښاغلی محمد صادق ژړک : پښتوادبي غورځنګ کوئټۀ ( سهيلي پښتونخوا ) 03009388150
ښاغلی مجيب الرحمان انګار : د بېنوا فرهنګي ټولني استازئ پېښور ( شمالي پښتونخوا ) 03005860412
ښاغلی صالح محمد صالح : د بېنوا فرهنګي ټولني غړی : د هوسۍ مجلې اداره _ کابل افغانستان 070200067 ",د بېنوا فرهنګي ټولني خبرتيا !
594,سيد عبدالاحد رښتيا_ ننګرهار,"
دوران چمن خپه خپه ګلونه لــــــــــــــــــــــوبومه
دزړه په ويرانه كي ستايادونه لـــــــــــــوبومه
پيغوردزماني رانه ښايښته اشناجــــــــلاكړ
زګيه اوس يې ګوره تصويرونه لــــــــــوبومه
تصويردي مروركړم بياكوم درته سوالــونه
جانانه ديارۍ لمړي وختونه يــــــــــــــــــادومه
دياردژبي سرباندي خروارخـروارپــراته وه
غزل كي چي د نه _ او نه لفظونه لــــــــوبومه
زړګی مي دملت پشان په زوره رعيـت كړی
درواغو بهانو ورته عمرونه لنــــــــــــــــــډومه
٢٣_ ډسمبر _ ٢٠٠٤ ",خپه خپه ګلونه
595,,"
په كابل كې ويل كېږي، چې كله تېر شعر چې د يوه پلاوى له خوا منل شوى و، كله چې ښاغلي كرزي ته وړاندې شو، هغه پرې رضايت نه دى ښودلى او د ارواښاد استاد بېنوا پخوانى شعر يې غوره ګڼلى، خو په لږو سمونو سره.
دا په داسې حال كې چې له څه كم يوه كال راهيسې د كلتور وزارت يوه كميسيون او وروسته بيا د جمهوري رياست په چوكاټ كې د يوه پلاوى له خوا هڅې روانې وې، چې يو شعر د ملي سرود په بڼه وټاكي.
كتونكي او شنونكي پر ښاغلي كرزي نيوكه كوي، چې كه د استاد بېنوا شعر يې د ملي سرود په توګه مانه، نو ولې يې له لومړۍ ورځې دا اقدام نه كاوه؟؟
بيا هم عام خلك په دې تمه دي، چې ژر تر ژره يو ملي شعر د ملي سرود په توګه وټاكل شي او اوسنۍ ګونديز سرود دې ليرې شي. ځكه نه په كې د افغانستان يادونه شوې، نه د افغان يا نورو قومونو يادونه، له دې كبله د ټول ولس استازيتوب نه شي كولاى.
",د افغانستان ملي سرود به كوم يو شي؟
596,,"
د هوسۍ مجلې د لومړي كال كلكسيون (د لومړي كال شپږ ګڼې) پر ليكه شو، داځل د هوسۍ ټولي ليکني په نوموړي کلکسيون کي پرليکه شولې ، خو يواځي د دوهمي او دريمي ګڼي ليکني چي د کمپوټري ستونزو له کبله له منځي تللي دي هم هغسي ئې يو څو ليکني پرليکه دي
مينه وال يې لوستلاى شي او خپل نظرونه هم د دې مجلې ادارې ته لېږلاى شي.
د هوسۍ مجلې د انټرنيټ پا ڼي پته داده
www.benawa.com/hosey
",دهوسۍ لومړی کلکسيون پرليکه شو
597,,"
کابل ، د مرغومي٣ ، ١٣٨٣
په کابل کې باخبرو سرچينو په ډاگه کړې ده چې نن د افغانستان ولسمشر خپله کابينه اعلانوي .
د افغانستان کابينه له تيرو دوو اوونيو څخه اعلانيدونکې وه خو د دوه گونو تابعيتونو او لوړو زده کړو مسايلو ځنډولې وه .
داسې ښکاري چې دغه مساله به اوس حل شوي وي .
", نن د افغانستان ولسمشر خپله کابينه اعلانوي
598,,"
",
599,سعيد زابلى,"
دي کي څه تاثير وي خامـــــخا غــــــــزله ليکـــمه
تاسره چي مـــــــــخ شـــمه بلا غـــــــــزله ليکــــــمه
پرون رانه يو ښکلي ديو بيت غوښتـــــــنه وکـــړه
ما وي سباراشه زه ســــبا غــــــــــــــزله ليـــــــکمه
مادي رياضت کاوه دسترګوخوتاشونډې راکړي
مجبو ر يمه ودې ته به جلا غـــــــــــــزله ليـــکمه
منمه موده وړاندي به کمزورى وم غـــــــــزل کي
اوس نو وه ملـــــګرو په رښتيا غـــــــــزله ليکمه
يو سور جام دشونډوواړوم په سر ښه مستانه
شيخه زه چي کلــــــه دښــــــــکلا غـــــــزله ليکمه
(سعيده) له ګودراو لونګين سره مي ميـــــــنه ده
زه چي کليواله دصـــــــــــــحرا غــــــــــزله ليکـــمه
",غزل
600,د بېنوا ويبپاڼي ډېوه,"
يادونه : نوري خپروني د سرچينې د يادولو سره دا خبر کاپي کولای شي
کابل : د مرغومي ٣ ، ١٣٨٣
ولسمر حامد کرزي نن بالاخر خپله کابينه اعلان کړه . په کابينه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نشتوالی ډيرو ته حيرانونکی دی .ښاغلی احمد زی د ډيرو کورنيو او بهرنيو کارپوهانو په نظر په تېرو درو کلونو کې د افغانستان د کابينو تر ټولو فعال غړی و .
د لنډ مهالې کابينې له جملې څخه د قسيم فهيم ، يونس قانوني ، ګل اغا شيرزي ستانکزي حکيم تڼيوال ، محبوبه حقوقمل او ځينو نورو نومونه کم شوي دي .
نوې کابينه د ولسمشرۍ د دفتر په وينا کارپوهه ده او ټولو وزيرانو يې د خپلو دندو لپاره د اساسي قانون ٧٢ ماده منلې او که د دوهم تابعيت خاوندان وو نو هغه يې پراېښی دی .
د ولسمشرۍ د دفتر غړي دا نه مني چې ګواکې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نشتوالی د تابعيت په سر او يا هم له ښاغلي کرزي سره د هغۀ د کوم مخالفت له امله ليدل کيږي . دوی وايي چې دا د ښاغلي احمدزي خپله غوښتنه او هيله وه چې د پوهنتون د بيا رغاونې لپاره مټې راونغاړي .
داسې ګنګوسې دي چې ښاغلي احمدزی به د افغانستان د پوهنتونونو د بيا رغاونې لپاره بهرنۍ مرسته جلبوي .
په نوې کابينه کې د هرات د پخواني والي تورن اسماعيل خان ګډون د ځينو په فکر د ښاغلي کرزي له هغې ژمنې سره ټکر کوي چې ويل يې کابينه به يې کارپوهه وي . ښاغلي اسماعيل خان د ولايت د څوکۍ تر ليرې کيدو وروسته په کابينه کې يوه څوکۍ په دې رد کړې وه چې د دوي په خپله وينا کارپوه نه و .
په کابل کې د سياسي کړيو ځينې برخې په دې باور دي چې ښاغلي کرزي د اسلامي جمعيت د مشر برهان الدين رباني د هغۀ ملاتړ له امله دغه څوکۍ اسماعيل خان ته منلې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت يې ښوولی و .
د مخدوم رهين په شته والي باندې هم ځينو د حيرت ګوته په غاښ کړې ده . په کابل کې په پرله پسې توګه دا ګنګوسې وې چې په تېرو درو کلونو کې د کار نه کولو له امله ښايي ښاغلی رهين له خپلې دندې ګوښه شي .
د کابينې د نورو غړو په باب لومړنی غبرګون تر ډيره د حيرانتيا دی . په کابل کې سياسي کړۍ هېښې دي . د سياسي مسايلو کارکوونکي په دې باور دي چې ښاغلي کرزي تر ډيره ځايه يوه ناپېژندل شوې کابينه غوره کړې ده .
د نوې کابينې ټول غړي او پېژندګلوي :
١ : ډاکټر امين ارسلا د سوداګرۍ وزير او د ولسمشر لوړ پوړی سلاکار .
ښاغلی ارسلا د مجاهدينو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير و ، دی د پير سيد احمد ګيلاني په ملي محاذ کې فعال غړی و خو وروسته بيا د پخواني پاچا ډلې ته ورنژدې شو . له طالبانو وروسته په لومړۍ کابينه کې د ماليې وزير و .
٢ : ډاکټر عبدالله ، د محی الدين زوی ، د بهرنيو چارو وزير
د شمالي ټلوالې او د قومندان احمد شاه مسعود پخوانی وياند او د نظار شورا هغه غړی چې د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو وختونو کې وغوړيد . دی د طالبانو راهيسته د بهرنيو چارو په وزارت کې دی .
٣ : ستر جنرال عبدالرحيم وردګ د عبدالغني وردګ زوی ،د ملي دفاع وزير ،
ظاهرشاه پلوی پخوانی پوځي افسر .
٤ : علي احمد جلالي ، د غلام جيلاني جلالي زوی ، د کورنيو چارو وزير
د امريکا غږ خپرونې مخکينی مشر چې په تېرو نژدې دوو کلونو کې د کورنيو چارو وزير دی .
٥ : ډاکټر زلمی رسول د پوهاند عبدالقيوم رسول زوی ، د ملي امنيت سلاکار
په روم کې د ظاهر شاه وياند، د کرزي په لنډمهالې کابينه کې د هوايي ملکي چلند وزير او بيا وروسته د ملي امنيت د ادارې مسوول .
٦ : نور محمد قرقين د محمد قل زوی ، د ښوونې او روزنې وزير
د بلخ ولايت ازبک توکمی د ښاغلي کرزي د انتخاباتو د کمپاين مشر او تر هغه وړاندې د کابينې غړی و .
٧ : ډاکټر انوارالحق احدي د عبدالحق زوی ، د ماليې وزير
د افغان ملت د ګوند يو مشر چې د اسلامي محاذ په استازيتوب د بن په غونډه کې برخه وال و . د طالبانو له حکومت راهيسته د افغانستان بانک مشر و او تر هغۀ وړاندې په متحدو ايالاتو کې د يوۀ پوهنتون استاد و .
٨ : ډاکټر محمد امين فرهنګ د مير محمد صديق فرهنګ زوی ، د اقتصاد وزير
ظاهر شاه پلوی دی چې له طالبانو راهيسته په کابينه کې تل موجود و .
٩ : حاجي ستر جنرال محمد اسماعيل خان د مير محمد اسلم زوی ، د انرژۍ او اوبو وزير
د هرات پخوانی والي ، د اسلامي جمعيت غړی چی د طالبانو په حکومت کې زنداني و او بيا په حيرانونکې توګه د کندهار له زندانه ايران ته وتښتېد . د کرزي په لنډمهالې کابينه کې يې زوی وزير و چې بيا په هرات کې ووژل شو .
١٠ : انجينير اميرزی سنګين د امير ګل ګلشاه خېل زوی ، د مخابراتو وزير
تر ډيره ناپېژندل شوې څيره .
١١ : انجينير مير محمد صديق د مير غلام سخي زوی د معادن او صنايع وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٢ : ډاکټر سهراب علي صفري د حاجي صفر محمد زوی د عامه فوايدو وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٣ : انجينير يوسف پښتون د ښار جوړولو وزير
د ښار جوړولو مخکينی وزير چې د کندهار والي وټاکل شو ، دوی د ښار جوړونې په برخه کې لوړې زده کړې لري او ويل کيږي چې د بحرين د ښار ماسټر پلان يې جوړ کړی دی .
١٤ : عبيدالله رامين د محمد عمر زوی ، د مالدارۍ او خوراکي توکيو وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٥ : عنايت الله قاسمي د احمد علي زوی د ترانسپورت وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٦ : سرور دانش د محمد علي زوی ، د عدليې وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٧: سيد امير شاه حسنيار د غلام حسن زوی ، د لوړو او مسلکي زده کړو وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٨ : مخدوم رهين د محمد شريف زوی د اطلاعاتو او کلتور وزير
د جهاد په کلونو کې له پير ګيلاني سره په اسلامي محاذ کې و چې له وطنه دباندې د مجاهدينو په حکومت کې هم د اطلاعاتو کلتور وزرادت ورسپارل شوی و ، وروسته ظاهر شاه پلوی شو ، د طالبانو له نسکوريدو راهيسته په همدې څوکۍ ناست دی .
١٩ : ډاکټر سيد محمد امين فاطمي د مرحوم سيد ابرار پاچا زوی د عامې روغتيا وزير
له حضرت مجددي سره په اسلامي ملي جبهه کې و . دوی هم د مجاهدينو په جلاوطنه حکومت کې د عامې روغتيا د وزير په توګه کار کاوۀ .
٢٠ : پوهاند نعمت الله شهراني د عبادالله زوی ، د حج او اوقافو وزير
د ولسمشر کرزي مرستيال او د اساسي قانون د مسودې د چمتوکوونکي کميسيون مشر و .
٢١ : عبدالکريم براوي د محمد مبين زوی ، د سرحداتو او قبايلو وزير
ناپېژندل شوې څيره
٢٢ : ډاکټره مسعوده جلال د حاجي طلا محمد لور د ښځو د چارو وزيره
په بيړنۍ لويه جرګه کې د مشرتابۀ لپاره په ټاکنو کې د حامد کرزي سياله چې وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم يوازينۍ ښځه سياله وه . دا د طب ډاکټره ده .
٢٣ : سيد اکرام الدين معصومي د سيد معصوم زوی ، د کار او ټولنيزو چارو وزير
ناپېژندل شوې څيره
٢٤ : ډاکټر اعظم دادفر د حاجي بابه خان زوی ، د کډوالو د چارو وزير
ناپېژندل شوې څيره
٢٥ : صديقه بلخي د اسماعيل بلخي لور ، د شهيدانو او معيوبينو وزيره
ناپېژندل شوې څيره
٢٦ : محمد حنيف اتمر د محمد اصف زوی ، د ليو د پراختيا وزير
د لغمان ولايت استوګن چې پخوا يې په مرستندويو ټونو کې کار کاوۀ او د طالبانو له نسکوريدو راهيسته د کليو د پراختيا وزير دی .
٢٧ : انجينيير حبيب الله قادري د حاجي احمد قادري زوی د مخدره توکيو پر ضد د مبارزې وزير
پخوا د کډوالو د وزارت مرستيال و . ",د افغانستان د نوې کابينې وروستۍ او رسمي بڼه
601,,"
د بېنوا خبريال _ ماسکو
د بېنوا د ژباړي د جايزې سپارل
پتېيل شوي ده، نن د جمعي ورځ، د هيواد پياوړي ژباړونكي محمد طاهر كاڼي ته د افغانستان د كلتور ودي ټولني-جرمني له خوا د استاد بېنوا د ژباړي جايزه، چې څه موده پخوا د جرمني د كولن په ښار كې منظور شوي وه، د يوي غونډي په ترڅ كي په مسكو كي هغه ته وسپارل شي.
په دي غونډه كي به په مسكو كې يو شمير مېشت فرهنګيان، فرهنګپالان او يو شمير ملي سوداګر ګډون وكړي.
د غونډي په اړه خبر به د غونډي پای ته رسيدو وروسته پر بېنوا ويبپاڼه تاسو ته وړاندي شي .
که مو څه موده مخکي په دې اړه په بېنوا ويبپاڼه کښي خپور شوی خبر نه وي لوستئ ، دغه ځاې کښېکاږئ او متن يې ولولئ . ",... د بېنوا د ژباړي ډالۍ ورکوي _ په ماسکو کي غونډه
602,,"
د مرغومي ٤ ، ١٣٨٣
کابل : نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د افغانستان نوې کابينې خپله لوړه وکړه . دغه مراسم تر تړليو دروازو شاته ترسره شول . ان د افغانستان تلويزيون هم هلته کامرې نه لرلې . داسې هيله ده چې د ورځ په اوږدو کې به حامد کرزى وينا کوي او خپله تگلاره به روښانوي .
",نوې کابينې لوړه وکړه
603,,"
د بينوا خبريال – مسكو۲۴ر۱۲ر۲۰۰۴
", د بېنوا د ژباړې جايزه وركړل شوه
604,,"
",
605,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ٥
کابل : د ولسمشر کرزي په يوۀ فرمان کې چې د افغانستان راډيو او تلويزيون نن شپه ( شنبه ) خپور کړ ، راغلي دي چې د فوايد عامې مخکينی وزير ګل اغا شيرزی به د کندهار نوی والي او د ولسمشر کرزي ځانګړی سلاکار وي .
د کندهار د ولايت څوکۍ له هغه وروسته تشه شوه چې انجينيير پښتون د ښار جوړولو وزير وټاکل شو .
په نويو بدلونونو کې د کابل والي سيد حسين انوري ټاکل شوی او د افغانستان بانک نوی ريس نور الله دلاوري نو مول شوی دی .
د يادونې وړ ده چې د کابل مخکينی والي د اسلامي جمعيت يو غړی و چې په هرات کې يې د پخواني والي اسماعيل خان په بدلانۀ باندې سخت غبرګون ښوولی و . ",ګل اغا شيرزی د کرزي سلاکار شو
606,,"
١٣٨٣ ، د مرغومي ٥
کابل : نن ( شنبه ) په کابل کې يوۀ خبري کانفرانس ته د خبرو پر وخت يونس قانوني وويل دی به په راتلونکو ١٠ ورځو کې يو نوی ګوند د عدليې له وزارت سره راجستر کړي .
ښاغلي قانوني وويل لا تر اوسه يې د دغۀ نوي ګوند په باب ، چې دۀ د ټول هيواد په کچه پراخ وبالۀ ، نوم نه دی غوره کړی خو ښايي د افغانستان نوين يا د نوي افغانستان ګوند ونومول شي .
يونس قانوني د افغانستان د نوې کابينې په باب خپل غبرګون کې وويل دی ورسره جوړ دی خو که ولسي جرګې ته بريالی شو نو خپل ځينې مخالفتونه به هلته ښيي .
يونس قانوني دا هم وويل چې نوې کابينه به يوازې هغه وخت مشروعيت ومومي چې ولسي جرګه يې ومني .
يونس قانوني ادعا وکړه چې دۀ ته د دفاع د وزارت وړانديز شوی و خو دۀ ونه مانۀ . د ډاکټر عبدالله په باب چې د دۀ نژدې ملګري ګڼل کيږي د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي قانوني وويل هغۀ ته د صلاحيت او اهليت په بنسټ د بهرنيو چارو د وزارت څوکۍ ورکړه شوې ده .
په کابل کې د سياسي کړيو له لورې د قانوني خبرو ته غبرګون بيلا بيل و . ځينو ويل چې ښاغلي قانوني په دې توګه وغوښتل چې ملت ته د ځان د نه ګوښه کيدو پيغام ورکړي . ځينو نورو بيا دا ګومان لارۀ چې ښاغلی قانوني په دې توګه اعلان کاوۀ چې دی به په ولسي جرګه کې د سياسي حکومت مخالفې ځواک په توګه راپورته کيږي .
ښاغلي قانوني پوهيږي چې په ولسي جرګه کې د يوۀ غښتلي حکومت مخالفې ځواک لپاره اړ دی چې د ټول هيواد په کچه ملاتړ ومومي . سياسي کړۍ همدې اصل ته په پام سره فکر کوي چې د دۀ نوی ګوند هم ښايي په همدې نيت جوړيدونکی دی .
د يادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې ښاغلی قانوني د يوۀ بل ګوند مخکښ او بنسټ اېښودونکی و چې د ملي غورځنګ بلل کيدۀ . دی له اسلامي جمعيت او نظار شورا سره هم ژورې اړيکي لري ، نوی ګوند به يې په سياسي ژوند کې څلورم ګوند وي . ",قانوني نوی ګوند جوړوي
607,ليكوال: انځور ګر,"
ځايي چارواکي پر دې کار ناخبري ښيي
افغانستان توليدات نه لري، چې نوروته يې وړاندې کړي
کله چې سړی د اسلام کلا په بندري ښار کې دوړې او توند بادونه ويني، نو ګومان کوي چې طبيعت هم پر انسانانو غوسه کوي او په دې توګه خپل زړه تشوي، اسلام كلا زيات موسمي بادونه لري، ان ځينې کسان په کې ليدل کېږي، چې سترګې يې د بادونو له کبله شوړېدلې هم دي، ځکه هغه ځای زياتې سپېرې دښتې لري، چې د اوبو څرک په کې نه ښکاري، ځای- ځای وړې کروندې هم ښکاري، چې زياتره کروندګر زيره کري، دا وخت تر ترياکو وروسته زيره د هرات د زياتو سيمو اصلي کرنيزه سرچينه ده.
زه د هغو افغانانو کتو ته ور روان شوم، چې له ايران څخه په زوره شړل شوي دي، غرمه مهال په دوړو او ګردونو کې بندر ته ورسېدم، لومړی مې د هغه کس لټون پيل کړ، چې ما له خپل يوه دوست څخه د هغه پته ترلاسه کړې وه، کله چې مې خپل ملګری پيدا کړ، د ايران پولو ته وړاندې لاړو. دوست مې ويل:
زيات وخت دلته لارۍ راځي، چې دغه افغان کډوال يې له ايرانه رابار کړي وي او دلته يې په پوله کې خوشې کوي، له زياتو کډوالو څخه پيسې، جامې او قيمتي توکي اخلي بيا يې په پوله کې خوشې کوي.
خو په دې ورځ کې ګرمي وه، دوړې او بادونه هم لګېدل، اخر مو په يوه کونج کې درې تنکي ځوانان پيدا کړل، چې همدا ګړی د ايران له خاورې راشړل شوي وو، دا تنکي ځوانان د وردګو د شېخ اباد د سيمې اوسېدونکي وو، يو تن خو بېخي ماشوم وو، يوولس کلن به وو، دوی راته خپله دردوونکې کيسه وکړه، ما هم واورېده.
بيا صفري سيمې ته لاړو، دا سيمه د ايران او افغانستان د پولو وروستی ځای دی، خو زما لپاره د حيرانۍ ځای دا و، چې د افغانستان په خاوره کې مې د ايرانيانو د کار و بار مارکېټ وليده، ځکه د افغانستان او ايران ګډه پوله او د وېش ساحه له ورايه ښکاري. کله چې مې د دې وجه وپوښته نو خلکو راته ويل:
دا خو ډېر وخت کېږي چې ايران د افغانستان خاورې ته رااوښتی او دلته يې د (بازار مشترک) په نامه د سوداګرۍ يو مارکېټ جوړ کړی، چې ايراني محصولات پلوري.
ما هم غوښل چې دغه مشترک بازار ته واوړو، خو دوست مې په پيل کې ونه منل، بازار ته واوښتو، هلته ايراني موټرسکېلونه، خواړه، چپلکې، بوټونه، ماشينونه او نور توکي پلورل کېدل، چا د عکس اخيستو اجازه رانه کړه، کله چې له بازاره راوتو، افغاني سرتېرو هم د عکس اخيستو اجازه رانه کړه.
په دې وخت کې مې د بولدک په سيمه کې د پاکستان له خوا د وړاندې راتګ هغه صحنه هم په ذهن کې ژوندۍ شوه، ځکه هلته هم پاکستان څو سوه متره د افغانستان خاورې ته رااوښتی او اوس دغه قبضه کړې ساحه خپل ملکيت ګڼي، دغسې ايران هم څه کم 500- 600 متره خاوره قبضه کړې ده.
کله مې د اسلام کلا په بندري ښارګوټي کې د ګمرک له يوه لوړپوړي چارواکي سره مرکه وکړه او پوښتنه چې مې دغې برخې ته راکږه کړه، نو ويې ويل:زما د مشرتابه په وخت کې دا کار نه دی شوی، که پخوا شوی وي، زه ترې خبر نه يم، بيا مې وپوښتل چې د ايران پرځای ولې افغانستان داسې يو ګډ او مشترک بازار نه جوړاوه، نن به ايران دومره زړه نه وای کړی، چې د افغانستان دومره زياته خاوره باندې خېټه واچوي. هغه وويل: افغانستان کله توليدات او نور توکي لري، چې نورو ته يې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي ",ايران د افغانستان پر خاوره خېټه اچولې ده
608,"خليل احمد ""څارن""","
تقريباً له هغه ورځى څخه به مى لس كاله وړاندي دې نړۍ ته سترګى پرانستي وې، د خپلو همزوكړو ملګرو سره به ګرځېدم، يوځاى ګرځېدو، يو ځاى مو لوبي كولې، يو ځاى به بازار ته سره تللو او يو... دا ځكه چه كورونه مو سرذه يوځاى ول.
په يوه عادت كى زه له دوى څخه بې لوم هغه داچه كله به بازار ته ولاړو دوى به هغه څه كول چه ساعت به ې ورباندي تېرېدى خو زه به د هر دكان مخى ته ولاړ وما و د دكان په سر چه به كومه لوحه ځوړندوه هغه به مى لوستل، لوستلى مى نه شوه خو حروف به مي سره جنګول چه هيڅ نتيجه مي هم نشو ترې راويستلي زما د ملګرو به تل راسره جګړه وه چه هيڅ دي نه دي زده هسي بې فايدې ورته ولاړ يې او خوله ښوروې.
مابه تل له ځانه سره ويل چه كاشكى لوستل دي زده واى او د ښار د دكانو سرلوحې دي ټلي لوستي واى، د همدې ميني او علاقې په لرولو سره په ښوونځۍ كى داخل شوم په ښوونځۍ كى مى په زده كړه كښي ډېر كوښښ كاوه، په دې فكر چه كه چيري مى لوستل زده كړل د ښار د دكانونو ټولي سرلوحې به يوځل ارو مرو لولې. د همدې هڅو او كوښښونو سره سره او د ليك سره د ميني د لرلو له امله تر دريم ټولګۍ پوري په برياليتوب سره ورسېدم خو د ښار د دكانونو سر لوځې مي ټولي ونه لوستلې ځكه د ليك په لوستلو په ښوونځۍ كى موړ شوم.
اوس بيا نور فكرونه راته پيدا شوي وو هغه داچه ما ويل چه بايد تر دوولسم ټولګۍ پوري درسونه ولولم، دا وخت مي نو د ژوند ديارلسم پسرلى ولمانځه، اوسن و د دكانونو د سر لوحو د لوستلو علاقه نشته او په دې فكر كى يم چه بايد د مورنۍ ژبي څخه علاوه په نورو خارجى ژبو هم وپوهيږم او خبري ورباندي وكړم. زړو ملګرو څو څو ځلي يادونه راته وكړه چه اوسخ و به دي د لوحو لوستلو ارمان پوره شوى وي، نور دي د څه لپاره د ښوونځۍ خوا ته مخه كړېده؟ خو دوى په دې نه پوهېده جه زمام ينه تر پخوا زياته شوې او فكرونه مى هم ورسره بدل شويدي. څومره چه په ښوونځۍ مخ په وړاندي ځم هومره مى د درس علاقه او مينه زياتيږي لكه سكروټو ته چه پيك وهې، چه بالاخره اوو، اتم او نهم ټولګليو ته ورسېدم. دا هغه وخت چه اوسن و ټوله ورځ د درسونو په زده كړه بوخت يم چه په دې ترتيب د همزوكړو ملګرو څخه داسى جلا سوم چه پرته د رخصتۍ له ورځو څخه بيخي نه سره وينو.
فكرونه مى اوس د پخوا څخه نور هم بدل شوي دي اوس غواړم پوهنتون ته ولاړ شم، فاكرولته ووايم انجنير شم، داګتر شم، اقتصاد پوه شم او ... شم.
كار وكړم. خدمت وكړم، هيواد آباد كړم، پيسې وګټم، كور جوړ كړم، ښه ژوند ولرم او ... ولرم. دلته مى نو په ژوند كى نولس بيهاره ليدلي دي.
اوښتون راغى، پاڅون وشو، كور، كلى، هيواد، ملګري او دوستان پاته شول هجرت وشو، ستونزي پيدا شوې، ډوډۍ نه پيدا كيږي او ښوونځۍ پاته شوه.
نابلده ځاى دى، نابلده خلګ دى، نابلده... دى. چوپتيا ده، حيرانتيا ده هره شيبه لامنزله سفر دى، هره خبره سوال دى، د نولسم بهار څخه وروسته دا دريم خزان دى چه پر عمر مى اضافه شو.
بيا ښوونځۍ شوه، نوې ټولګۍ، نوى معلم او نوي ټولګيوالپيدا شوه، د خپل هيواد په څير ټولګۍ، معلم او ټولګيوال نه دي، هلته چه كوم تسكين، مينه او خوښى وه دلته نشته، خو ليك او لوست ته مو دوام وركړ، شپه په ورځ او ورځ په شپه يرغل كوي، دالوبه جاري ده او زه يې ننداره كوم. د همدې يرغلونو په لړۍ كى مى د ژوندانه د شپږم خزان خونه هم وڅكه چه ورسره د دوولسم ټولګۍ د فراغت سند هم په لاس راغى، د پخوانۍ علاقې او ميني په اساس مى د كانكور د آزموينى پر پاڼه لومړۍ انتخاب د انجنيرىپوهنځۍ وه او دوهم انتخاب مى د طب پوهنځۍ وه. زما د خوښۍ سره سم او دخپلى هڅي په اساس په خپل لومړى انتخاب (انجنيرى) كى بريالى شوى وم، ددې ناارامه او جلا وطنه شپ واو ورځو په بهير كى مي په نسبي ډول د خوښۍ احساس وكړ، په دې اساس مي د زده كوونكى نوم بدل او محصل شوم. د پوهنځۍ د پيل په ټاكلې ورځ ټولګۍ ته حاضر شوم څه نه څه زراړه ټولګيوال شته خو نوي محصلين چه د نورو ليسو څخه فارغ شوي او د كانكور په آزموينه كى بريالي شويدي ډېر تر سترګو كيږي، داچه د مختلفو سيمو اوسېدونكى دي او په ډول ډول لهجو خبري كوي تر ډېره وخته په طبعيت نه سره پوهيږو دا مشكل د تعليمى كال په منځ كى حل شو او گه نه څه مو عادت ورسره ونيو، د پخوا په څير هر يو په خپله لهجه خبري كوي او خپل اصطلاحات په كار وړي.
هر محصل ستونزي لري خو عمده ستونزي درسى او اقتصادي ستونزى دي چه هر يو محصل سر ورڅخه ټكوي، ډېر داسى محصلين پيدا شول چه درسونه يې نيمګړي پرېښودل او د ورپېښو شويو ستونزو سره يې مقاومت پېل كړ. د كورنۍ د خوراك، څښاك او پوښاك برابرولو لپاره يې د عايد لاري او چاري لټول پېل كړل، خو زه په دغه ډله كى نه وم، ټول مشكلات مي ليدل او ګالل، د كورنۍ د غړيو مشورو ته مى غوږ نه نيوى، پر مشكلاتو مى يې سترګي پټي كړي وې، هرڅه مى ليدل او اورېدل خو هېڅ مى نه ليدل نه اورېدل، حتى د مشرانو په ګواښونو مى هم غوږونه ګراوه. ټوله عمر، هره ورځ همدا ستونزي، كړاونه او درسونه وو چه زه يې ځورولم، ترڅو مى چه د انجنيري فاكولته پاى ته ورسوله او كور ته راغلم د مور او پلار په څنګ كى كښيناستم.
اوسن و هر طرف ته د كار په لټه كى يم كله چيري او كله چيري ولاړ شم. پردې وطن دى هلته انجنير هـيڅ ارزښت نه لري، د فراغت څخه مى پنځه كالهت ير شول خو ځان ته مى هيڅ كار ونه موند، اوسن و پنځه دېرش كلن شوي يم. زموږ په خپل هيواد كى دوهم او دريم اوښتون راغى حالات بدل شول، مهاجيرين د بهرنيو هيوادو څخه خپل هيواد ته راوكوچيدل خو هغه خلګ چه تر خپل هيواد يې په پردي هيواد كي طبيعت برابر و هغه تر اوسه مهاجر دي، په راغلو مهاجرينو كى زموږ كورنۍ هم شامل هده. كله چه هيواد ته راغلو د هيواد، كلى، كورونه، لاري او ... وران دي هيڅ دليدلو نه دي، داسى فكر كيږي چه داهرڅه بايد له سره جوړ شي.
زه بيا د كار په لټه كي شوم، يوې او بلي ادارې ته پېشنهادونه كوم، موسسو ته هم ورغلم، دلته هم كار نه راته پيدا كيږي خوي و څو موسسو راته وويل چه څو ورځي وروسته راشه كه چيري كار وشو، څنرګه چه به دوى راته هداي توكړ همغسى به مى كول خو... ډېرو منډو ترړو وروسته د پوهنى رياست ته ولاړم چه په يوه ښوونځۍ كى معلم شم، هغوى راته وويلچه ستا دفراغت اسناد خارجي دي پردې باندي مجلس كيږي د مجلس د پريكړي په اساس به تاته وظيفه دركول كيږي يا به جوابيږي.
هره شېبه په مايوسۍ راباندي تيريږي څو ورځي مي په همدغه حالت كى تيري كړې. يوه ملګري راته وويله فلانۍ موسسه يو تن مامورته ضرورت لري د دروازې په سر يې اعلان ځړولى دى. په ډېره بيړه سره مى ځان ور ورساوه. چه كاغذ مى ولوست زما د ملګرى خبره سمه وه. دامتحان په ټاكلى ورځ ورحاضر شوم، كه ګورم چه د شلو نفرو په شاوخوا كى زما په څير ورته ناست دي او دوى ضرورت يوه نغر ته لري، ټولو امتحان وركړ، كله چه نتيجه په دريمه ورځ د دروازې په مخ ځوړمد شوه نوي و تن كامياب و چه په دغه ورځ حاضر هم نه و.
په دې ترتيب مايوسى يو په دوه شوه، څو ورځي وروسته مى بيا د پوهڼي رياست له كړكۍ نه سر ووهه، د مجلس فيصله ګورم، دوه ساعته وروسته مي هرڅه پيدا كړه، دخپل سند فوټو كاپي مى ورته راوړه ځكه چه مجلس فيصله كړې وه چه معلم دي وټاكل شي. بيا نو تعرفه راكول شول او په تعرفه كى د عالي ښوونځۍ معلم معرفىشوى يم. نو اوس دادى معلم يم او دومره معاش راته راكوي چه د كور احتياج مى نه رافع كوي، كله چي معاش واخلم د كور ميده شاين په رانيسم د اوړو لپاره هيڅ پيسې نه پاته كيږي، اوړه په قرض اخلم او په بله مياشت كى دا قرض اداء كوم، اته مياشتى كيږي چه معلم شوى يم تر اوسه د دكاندارانو شپږ څلويښت لكه افغانۍ قرضدار يم.
(پاى)
",معلم
609,وږمه سبا,"
يخ يخ باد مي پر مخ لګېده، د سړې يخنۍ احساس مي وكړ، بړستن مې پر پښو راكش كړه چې توده شمه، ګوندي بيرته خوب راشي، خو خوب رانه تللى و تر څو مي چي سترګي غړولې شپه اوښتې وه او سبا شوى و، د كوټې له ماتو كړكيو د لمر زريني پلوشې كوټې ته راننوتي وې.
زرغونه او ميرويس دواړه خوا په خوا لا هم د خوب په ښكلې دنياګۍ سره ورك و.
خداى پوهيږي چي بيا به يې په خپلو ښكلو ښكلو سترګو باندي كومي وړې وړې او له ښكلا څخه ډكي دنياګۍ په خوب لېدلي وې!
له ځايه پاڅېدمه- دواړه مي سره په مخ ښكل كړل، كله چي مي زرغونه ښكلوله داسي توده وه لكه د اور سكروټي، توده تبه يې درلوده ماښام يې راته ډېر ژړلي و او سابه يې رانه غوښتل، وچه ډوډۍ مي وركړه هغه يې نه خوړه، په ژړا ژړا ويده شوه، هغوى اوس هم په خپلو خوبونو كي ډوب وو، او زه په خپلو سوچونو او انديښنو كي ډوبه وم.
خو له ټول تشويش او ويري سره سره ما خپل تصميم نيولى و، زما تصميم ټينګ اونه ماتېدونكى وو، تمامه شپه مي پر خپل تصميم سوچ كړى و او د هغه ښه والى او بدوالى او ټول ناوړه عواقبو ته مي غاړه ايښې وه، ما د خپل تصميم ټول اړخونه سنجولي و.
خپل زوړ ټيكرئ مي پر سر كړ او بيا د دوهم ځل لپاره پداسي حال كي چي له سترګو مي اوښكي رواني وې د خپل زړه ټوټه زرغونه او د سبا ورځي اميد ""ميرويس"" پر مخ ښكل كړل، د كوټې ور مي په ډيره كرارۍ سره ورو شانتي بند كړ له انګړ نه راووتم او د انګړ دروازې ته مي كولپ واچاوه، په كوڅه كي هيڅوك نه و، د ګاونډيانو دروازې بندي وې. ورو ورو مي قدمونه اخيستل، رنګارنګ سوچونه مي ذهن ته راتلل، زړه مي بېقراره و، يو ډول ډار او ويره را سره مل وه، كوڅه راته ډېره اوږده شوه، كله كله به مي له ځان سره ويل چي بيرته كور ته لاړه شمه...
خو نه! ما خپل تصميم نيولى و، ما ټوله شپه پدې اړه سوچونه كړي وو، بله لاره راته پاته نه وه، له ټول بني بشر څخه مي طمعه پرې شوې وه، اخر داڅومه ورځ ده چي هم د بشر او هم د فلك درويزې ته ناسته يم، خو داځل پوهېدم چي بس همدا خپل تصميم به پوره كوم، بله لاره مي نه ليدله پرته له همدې... لاري.
ګامونه مي اوچت كړل او د سړك غاړي ته مي ځان ورساوه، په لاره كي به يو، يو لاروى مخي ته راته، هر يوه ته به مي په ځير ځير كتل، خو هر لاروي به خپل سر ښكته اچولى و او په خپله لاره به روان و، د چا به بوټان په پښو نه وو، د چا به يوه زړه بوجۍ په شاوه، او د چا به دومره زړې جامې په تن وې چي هسي به يې ستر پرې پټ كړى و. هر لاروي له ځان سره د سوچونو جلا جلا لړۍ درلوده، د هيچا، هيچا ته پام نه و، تا به ويل په ټول ښار كي وير ګډ دى او دا د ښار بنيادمان د مرګ انتظار باسي.
د سړك بل اړخ ته مي ځان رسولى و، خو بيا بيا به مي د خپل تصميم په اړه ضمير ځورولم او زړه به مي را باندي د احتياط- احتياط ږغونه كول، حيرانه وم چي څه وكړم؟!! څه ووايم، له خلكو سره څه ډول خبري وكړم، څنګه ورته ووايم چي زما سره...!! هو خدايه!! څه وكړم، دا څنګه حالت راباندي راغلى؟!! په كومه ټكه وانه وړم... زړه مي غوښتل بيرته كور ته لاړه شم، ميرويس او زرغونه مي سترګو كي راتاوېدل.
خدايه!! هغوى به راويښ شوي وي، ژاړي به او ما به لټوي. هغوى به چيرته چيرته زما پسي سترګي غړوي او ژاړي به؟!!
خو ما خپل تصميم نيولى و، او بالاخره همدې كار ته مي ځان اړ باله تر غرمې پوري مي ورځ نهاره تيره كړه خو بيا هم په لوږه نه پوهېدم، بيرته مي ځان د سړك يوې غاړي ته راورساوه...
په سړك باندي له ليري نه يو سور رنګى موټر راښكاره شو، ښكارېدو چي د وسله والو ګوندونو مهم سړى وي! هرڅومره چي را نږدې كېدو آرندونه يې وهل، كله چي ما ته ښه ډېر رانژدې شو موټر خپل حركت ورو كړ. موټر ته ناست سړي ښه په ځير ځير راته وكتل، تكه توره مونډۍ ږيره او پكول يې پر سر و، پلنګي جمپر يې اغوستى و او تكه زيړه ګړۍ يې پرلاس وه. موټر يي زماڅنګ ته نږدې كړ او راته وې ويل: راځه، چيرته ځې؟ موږ به دي ورسوو... شاوخوا مي وكتل پرته له ما بل څوك نه ښكارېدل، پوه شومه چي ډريور ماته دا خبره وكړه په ډېره وېره مي ورته وويل، ماته وايې؟
هو كنه، تا ته وايم، راځه څه ته ماتله يې، موټر ته راوخېژه.
پښو مي حركت نه درلود، ريږدي -ريږدي ګامونه مي بلكل بې دمه شوي و، پل مي نشواى اخيستى، زړه مي نه كېده چي موټر ته ور پورته شم، خولې راباندي د سيلاب غوندي راماتي وې. خو ماته پرته له همدې بله لاره نه وه پاتي.
سړي د موټر د شا دروازه خلاصه كړه، موټر ته ور پورته شوم او د شا په سيټ كي كښېناستم، موټر روان شو او په لاره د باد په څير روان و.
په همدې وخت كي سړي د موټر مخامخ شيشه ماته را سمه كړه او په شيشه كي راته ځير شو، بيايې خوله موسكۍ غوندي شوه، په خوشحاله آواز يې وويل: ښه نو دا راته ووايه چي چيرته دي ورسومه؟ ما ځواب ورنكړ، زما سره ددې پوښتني ځواب نه و، ماته خوخپل منزل نه و معلوم چي چيرته ځمه؟ د څه لپاره ځمه؟ چا سره ځمه؟ او...؟
حيرانه وم، بيا يې سكوت مات كړ، ولي خبري نه كوې؟؟ كومه بې ادبي خو به مي نه وي كړې چي غلې ناسته يې زه همداسي خاموشه وم، هرڅه رانه هير و.
ده ورو غوندي راته وويل: ما سره مېلمه كيږې؟
ددې خبري په اورېدو سره مي ټكان وخوړ، ځواب مي وركړ _ ""زه خو يوه غريبه كونډه يم، يوه لور او يو زوى لرم، دا څلور شپې كيږي چي هيڅ شى مو نه دي خوړلي. خو له پرون غرمې را پدې خوا مي زوى او لور له خبرو پاتي شوي دي، دواړه دومره سخت مريضان دي، د دوى د علاج لپاره هيچا زما...
زما خبره لا خلاصه نه وه چي خپل لاس يې ورو شا ته را اوږد كړ او زما ورانه ته يې فشار ور كړ، همدا چي لاس يې زما له ورانه سره ولګېد ټول بدن مي و رېږدېدو او يو ډول يخني مي وشوه، ځان مي لږ څه سره راونغښت او دده لاس مي له خپل ورانه څخه ليري كړ.
هغه موسكى شو، خپل سر يې وخوځاوه او زياته يې كړه: ""ټولي په اول سر كي داسي خبري كوي، خير دى پروا نلري. داخبري به پرېږدو. له ما سره ځاى شته، نن به دي زه ښه و نازوم. خو دا مخ دي لږ راښكاره كړه چي پوه شم اخر څومره ارزښت لرې؟
پداسي حال كي چي لاسونه مي له ډيري ويري لكه پاڼه ريږدېدل، خپل شليدلى پلو مي لږ څه له مخ نه ليري كړ خپل مخ يې را واړوه، په تورو شونډو يې خندا راښكاره شوه ... سمه ده، سمه ده.
موټر روان و،له ډيرو سړكونو او كوڅو تېر شو ميرويس او زرغونه دواړه زما په سترګو كي ولاړ ول. په ځان نه پوهېدم، زړه مي په اندېښنو كي ډوب و، ويري او خوف مي روحيه ختمه كړې وه، غوښتل مي چي چيغي ووهم، خو، نه نه، ما خپل تصميم نيولى و او تمامه شپه مي د هغه په اړوند سوچونه كړي و. موټر همداسي روان و، سړي هم له ځان سره څه ويل خو زما سر نه پرې خلاصېده.
موټر له څو كوڅو نه تير شو، بيا د يو ښكلي كور مخي ته ودرېد، دې كور شاوخوا كورونه لږ څه د جګړې له امله ژوبل شوي و، خو دې كور ته كومه خساره نه وه رسېدلې.
سړي د انګړ دروازه خلاصه كړه، ماته يې اشاره وكړه چي انګړ ته ور دننه شم، د پښو دمه مي نه وه، وحشت او ډار ګړى په ګړى زړه را ته په منګلو كي ټينګاوه، په زحمت سره له موټر ښكته شوم، انګړ ته ننوتمه، ده سمدلاسه دروازه بنده كړه، يوې ډيري ښكلي كوټې ته يې دننه بوتلم په دهليز كي د يوه مشهور قوماندان عكسونه هم ځوړند و،كوټه په سرو غاليو باندي سينګار شوې وه، د سره انار په شان ځلېده، په ديوالونو باندي راته بر بنډ بربنډ تصويرونه ښكارېدل، پر سترګو مي لاسونه ونيول او چيغه مي كړه، په همدې وخت كي يوه وحشتناكه خندا مي تر غوږ شوه، تر ملا يې لاسونه راتاو شول، ټول بدن مي خوله خوله او لمبه لمبه شو، ماسكه ويل اور اخلم، د خپلې زرغونې ګرمه تبه مي را تر سترګو شوه زړه مي له ويري بې حاله و، خو په يوه ګړي كي پوه شوم چي هغه په ديوال كي بربنډ تصويرونه ټول زما دي.
زه په ځان پوه شوې نه وم چي څنګه مي جامې له تن څخه ايستل شوي دي زړه مي پټ پټ ژړل، شيبه په شيبه مي د زړه ژړا سترګو ته راتله او د ګرم سيند په څير زما پر رخسار رابهېدلې كله چي مي ځان ته پام شو نو زه هم هغه د ديوال د تصويرونو په څير شوې وم. ژر ژر مي خپلې جامې په تن كړې، ترڅنګ مي د ځناور په شان بربنډ سړى پروت و، خولې پرې راماتي وې، د سختي ستومانۍ احساس يې كاوه، خپل پلنګي جمپر يې را واخيست او په جيبونو كي يې لاس وواهه، څه پيسې يې راوكښلې او په لاس كي يې راته راكړې، ما خپلي جامې واغوستې، پيسو ته مي كتل او سوچ مي كاوه چي په څومره سختي او په څومره لوړ قيمت مي ګټلي دي. هغه غږ راباندي وكړ، څه ته ګورې؟ تا ته مي ډيري دركړې. باور وكړه ته څومره ښه اوخاموشه ښځه يې، ځه لاړه شه، بيا دي بل وخت بيا هم ... د انګړ دروازه يې خلاصه كړه او راته وې ويل چي ځه نور دي الله مل شه، رسول دي پر ما ندي، پوه شوې كه نه؟؟
زه غلې ولاړه وم، دى نور هم راته برګ شو ځه كنه، په خبر پوهېږې كه نه ؟؟؟ زه هماغسي بې روحه ولاړه وم، حيرانه وم چي څنګه به د خپلې جونګړې لاره بيا موموم. ده پوري وهلم او دروازه يې راپسې بنده كړه، ورځ ډېره تېره شوې وه، د كور لاره رانه وركه وه، دغه ځاى مي نه پېژانده، بيرته راوګرځېدم او دروازه مي ور وډبوله، هغه دروازه خلاصه كړه په غوسه يې راته وويل: څه غواړې؟ بس دي ندي؟
زړه مي پړسېدلى و، ستونى مي ډډ شوى و، په ژړ غوني غږ مي ورته وويل: ما خو د كور لاره نده لېدلې، ته مي بيرته هماغه ځاى ته ورسوه...
ترخه شانتي خندا يې وكړه... ځه، ځه بدكاره ښځي زه خو دي دپلار مزدور نه يم، ځه له بل يوه سره، كوم بل څوك به دي ورسوي... دروازه يې كلكه بنده كړه.
پيسې مي په موټي كي ټينګي نيولې وې، ځمكي ته مي نشواى كتلاى، له ځمكي او آسمان او له خلكو شرمېدم، سوچ مي كاوه چي ټول خلك راباندي لعنت وايي او زيړې راباندي توكي، زه روانه وم او خلكو لاړې راباندي توكلې، سپين ږيرو، ځوانانو، ښځو او ماشومانو ټولو راباندي ناړي توكلې، د خلكو په همدې ګڼه ګوڼه كي ميرويس او زرغونه هم لاس په لاس را روان ول، كله چي نږدې راورسېدل هغوى هم لاړې راباندي تو كړې او راباندي تېر شول.
هو!! د ميرويس او زرغونې په لاړو توكلو سره مي بدن و رېږدېده، شاوخوا مي وكتل، نه ميرويس و او نه هم زرغونه، په لاري يواځي روانه وم، د كور لاره رانه وركه وه له خلكو مي پوښتنه وكړه، ډېره ليري راغلې وم، نژدې ماښام و چي د كور لاره مي پيدا كړه، په منډه منډه كور ته راغلم، د انګړ دروازه مي ژر ژر خلاصه كړه، دكوټې په لوري مي منډه واخيسته، د ټيكري په پلو كي توده ډوډۍ او نور خواړه مي راخلاص كړل ، ما ويل په ډوډۍ كي د كبابو تيز بوى به اوس ميرويس او زرغونه حتماً دې ته اړ كړي چي په يوه منډه ځان ماته راورسوي كله چي كوټې ته ننوتم ميروېس او زرغونه دواړه لا هماغسې په خواږه خوب ويده ول. د هغوى پر سر ودرېدمه، له شرمه مي ورته كتلاى نه شواى. د دوى سر ته كښيناستم، خوله مي د ميرويس په پټو سترګو كېښوده، ښكل مي كړ چي ګوندي راويښ شي خو دهغه بدن سوړ راته ښكاره شو، لږ مي و ښوراوه.
ميرويسه!- ميرويسه!!
ميرويس هيڅ ځواب رانكړ، بيا مي زرغونه و ښوروله، هغې هم ځواب نه راكاوه نارې مي كړې! ميرويسه زويه!! زرغونې لوري!! پاڅيږئ بچو! ما تاسو ته توده ډوډۍ او كباب راوړي، سابه مي هم راوړي، خوږې خوږې مڼې مي هم راوړي... خو هغوى په خپلو خوبونو كي ډوب وو، دوى همداسي مرور مرور رانه خپلې سترګي پټي كړي وې. د هغوى پټو پټو سترګو دا يو- يو ځواب راكاوه.
د دوى اروا راته دماښام په تياره كي خندل، زه يې توهينولم، پر ما يې لعنتونه ويل، دوى رانه دهمدې سپېره ماښام په تياره تل كي ځواب غوښت، ولي موري؟؟ دادي څه وكړل؟؟ موږ دي يوازي پرېښودو؟؟
ته لاړې، تا سره كه هيڅ نه وو نو موږ دوه خو درسره وو، ته به هم زموږ سره تر همدې يواځي سقف لاندي د ابدي خوبونو په خوږې دنياګۍ كي تللې وې!! داخو ډېر بهتر و موري!! ",شوم هوډ
610,,"
",
611,"څېړنه: د محمد طاهر ""كاڼي""","
تر ميلاد اته سوه كاله وړاندې د يوناني او اروپايې ادبياتو په سر چينه كي دوې سترې بوللې ""ايلياد"" او ""اوديسه"" پرتې دي. ددغو بوللو (قصيدو) شاعر ""هومر"" دى. هومر د انتيكو اروپايي ادبياتو پلار او بڼسټ اېښودونكى ګڼل كيږي.
د زياترو پوهانو له نظره، هومر د كوچنۍ اشيا په ټاپو وزمه كې زېږېدلى دى. دى د ""ايد"" په بېلابېلو لمانځنو او جشنونو كي، د كيسه ويونكي سندر غاړي په توګه مشهور شوى دى.
د ""ايد"" شاعرانو د اتلولۍ سندري جوړولې او د لرغوني ساز ""ليرا"" په ملګرتيا به يې بللې.
ځينى كسان وايي هومر ړوند او بې سواد و، نه يې شواى كولاى چي خپلي سندري پخپله وليكي. د ""هيوس"" په ټاپو كي هغه ډبره اوس هم شته چي هومر به پرې د پاسه كېناسته. ددې خبري يادونه په دې خاطر ضروري ده چي ځيني پوهان په دې كي شكمن دي چي آيا د هومر په نامه كوم شاعر چيري موجود و او كه ده ته منسوبي حماسې د څو ليكوالو ډله ايز كار دى!
د هومر د بوللو سوژې (موضوعات) هغه افسانې دي چي په هغوى كي د افسانوي اتلانو ""اهيلا"" ، ""اوديسه"" او ""هيكتر"" د اتلولۍ د كارنامو ستاينه شوې ده. هومر په لومړي ""ايلياد"" كي داسي حماسي كيسه وړاندي كوي چي د باچا ""اګاميمنون"" تر مشرتابه لاندي د يونان اتلو جنګياليو څنګه د ""تروا"" ښار ونيو. د جګړې علت د ""تروا"" د باچا د زوى ""پاريس"" له خوا د ""مينيلاى"" د ښكلې مېرمني ""يلينا"" تښتول و.
د ""تروا"" محاصرې نهه كاله وخت ونيو. په دغه موده كي يوناني اتلانو ګڼ شمېر كارنامې رامنځ ته كړې چي د هومر په كيسو كي په بشپړه توګه بيان شوي دي. هومر پخپلو منظومو كيسو كي د يوناني سندرو عنعنوي طرز ""هكزامتر"" چي ريتم يې سوكه او بې بيړي دي، كاروي...
وسله، كالي او د اتلانو كړه وړه په مفصل ډول بيانيږي. د همدغو دقيقو څرګندونو له كبله، هومر په جګړو كي د لرغونو يونانيانو د ژوند ځيني اړخونه تر موږ پوري رارسولي دي. د پيښو د ځايونو بيان چي په قصيده كي ورته ځاى وركړى شوى دى، تر دومره اندازې پوري دقيق دى چي لرغون پېژندونكو د هغوى د كارولو له لاري وكولاى شواى چي د ""تروا"" وراني شوي ودانۍ او كنډوالې راوسپړى او پيدا يې كړى. همدا راز تاريخ پوهانو معلومه كړه چي رښتيا هم ""تروا"" يو زر او دوه سوه كاله تر مېلاد وړاندي، د يونانيانو له خوا نيول شوې وه.
د ""تروا"" تر نيولو او د ""يلينا"" تر آزادولو وروسته اتلان بېرته يونان ته ستنېږي. د كور په لوري د هغوى سفر د راتلونكي بوللې ""اوديسه"" مضمون ګرزي. ددې بوللي لوى اتل ""اوديسه"" چي د يوناني ټاپو ""ايتاكا"" باچا دى، يو پياوړى، مېړنى جنګيالى، چالاك او مكار سړى دى. هغه خپل هيواد ته په لاره كي له افسانوي ديبانو، جادوګرانو، او سړي خوړونكو سره مخامخ كيږي.
يو له بل سره د واقعې او فانتزي بيان يو ځاى كول او اوبدل د هومر د آثارو يوه مهمه ځانګړنه ده. يونانيان سمدستي په سفر باندي روان وو، د هغو بيړۍ بشپړي او چمتو نه وې، او پوهه يې په دې باره كي ډېره كمه وه. ځكه خو هغوى ته سيمي افسانوي هيوادونه ښكارېدل چي ديبانو پكي ژوند كاوه. نكل او كورنى ژوند يو له بل سره ډېر نژدې وو.
د هومربولله تر هر څه مخكي د خپل لوى اتل په وجه په زړه پوري ده. خو د اتل د سلوك په باب د ځينو بيانونو او كره كتني له مخي كولاى شو د هغه د اندروني نړۍ او ځينو اندېښنو په باب هم قضاوت وكړو.
د اوږدې لاري له وهلو وروسته ""اوديسه"" خپل ښار ""ايتاكا"" ته راستنيږي، هلته دده مېرمن ""پيني لوپا"" د هغو كسانو له خوا چي دده كور يې په زبردستۍ نيولى او خپل ځانونه يې د زومانو په توګه په هغې ور تپلي دي، سپكيږي او هغې ته وايي چي ""اوديسه"" وژل شوى دى.
بولله په هغه مجلس باندي پاى ته رسيږي چي ""پيني لوپا"" د خپل مېړه د راستنېدو په خاطر پكي خوشالي كوي او خلك خپل باچا ته هركلى وايي.
داسي ښكاريږي چي هومر د يونان د لرغونو ملي سندر غاړو تر منځ وروستنى كس و او دا ځګه چي تر ده وروسته سمدستي د يوناني ادبياتو وده پېل كيږي.
د هومر ""الياد"" او ""اوديسه"" څو پيړۍ وروسته په لرغوني روم كي د يوناني ادبياتو له نورو آثارو سره يوځاى ثبت او تقليد شوې، او له همغه وخت څخه دداسي كلاسيكو اتلوليو سندرو په توګه پېژندل كيږي چي د يو شمېر اروپايي ملي حماسو په آثارو باندي يې اغېزه اچولې ده. پاى
",د غربي ادبياتو نړيوال شهرت لرونكى ستورى هومر
612,,"
د ترنګ ژباړه:
التاى محمدوف
(په 1930م كال كي زوكړى)
محمدوف د آذربايجان په تاريخي ښار او د ستر شاعر نظامي ګنجوي په زېږنځاى ګنجه كي ژوند او كار كوي، نوموړى په عالي دارالمعلمين كي د ښووني تر څنګ ليكوالي هم كوي. محمدوف طنز او ډرامه ليكوال دي.
د (ښاريان) او (نارينه) په نومونو طنزي كيسې يې د آذربايجان ډيري مشهوري او بېخي عامي كيسې دي. نوموړى ليكوال د ميني، هيواد او نيكوْ، رښتينو او وفادارو انسانانو په اړه هم ښې كيسې لري. لاندنۍ لنډه كيسه يې هم له په زړه پورو هغو څخه ده.
د ترنګ ژباړه:
نهم زوى يې نغري ته پيك واهه. مرسل اكا چي ګرمه نعل يې هوار او ښوى كاوه؛ خپل شاګرد ته وويل:
_غيبعلي!...
_ ها، استاده...
_ غيبعلي، څومره به ښه واى، چي خداى پاك چا ته د بې عقل زوى پر ځاى، ړنده لور وركولاى!
_ ولي چپ يې، غيبعلي؟
_ بېخي ښه وايې، استاده!
_ مطلب مي دادى، چي كاشكي خداى انسان ته د بې لاري زوى پر ځاى، يوه ډبره وركولاى، څومره به ښه واى!!
_ بيا هم استاده...
نهم زوى پيك وهي او دا مهال خبري د اتم زوى په اړه رواني دي، نوي هم نه دي، بلكي له كومي ورځي څخه چي غيبعلي د مرسل اكا شاګرد شوى، وخت پر وخت همدا خبري اوري. كه هره ورځ هم نه وي، نو لږ تر لږه په اونۍ كي خو يو پلا خامخا استاد له خپل اتم زوى څخه سر ټكوي. يو وخت مرسل له خپل همدغه زوى څخه ډيري هيلي لرلې، خو اخير څه وشول؟ يوازي يې د بدمرغۍ لامل وګرځېد. د هغه په يوه خبره چي مكرره به يې كوله، دې اتم زوى يې زړه په اور وركباب كړ.
اتم زوى يې يوازي يو فوټبالر شو، چي پر كميس يې (7) شماره وهلې. مرسل په هيڅ ډول د هغه دغه ګناه نشواى بخښلاى؛ په داسي يوه زمانه كي چي ټول نړيوال درس وايي، خپلو ځانو ته درنه او عزتمنده دنده لټوي، د هغه اتم زوى توفيق د فوټبال پر ډګر په توپ پسي په منډو دى او خلك يې ننداره كوي، چيغي او نارې پسي وهي.
استاد مرسل فكر كاوه چي اتو سرو زامنو يې په دې پراخه نړۍ كي ځانونو ته ځايونه موندلي او يوازي همدا اتم احمق يې لار وركه كړې ده. مرسل چي به كله د ژبغړاند نغري اړخ ته د خپل زوى په اړه فكر كاوه، د تودې اوسپني په شان به سور اوښت، دغسي مهال به ډېر ځله مرسل ته خپل خوار او مسكين پلار ور يادېدى، چي ټول ژوند يې پر خپلو كمزورو او ناتوانو اوږو بارونه وچلول، لنډه دا چي پلار يې پلنډي و، مرسل ته دا هم يادېدل چي څنګه خوار پلار پر استاد رمضان شاګردكړ.
هغه وخت ډيرو فكر كاوه چي مرسل به هم د پلار غوندي پلنډي شي، خو يوه ورځ داسي هم راغله چي پلار؛ زوى تر لاس ونيو او مرحوم استاد رمضان ته يې وروست او وې ويل:
_ رمضانه، دى سړى كه (كړه)! ما چي هر څومره هڅه وكړه، سړى نه شوم، پرېږده چي دى خو سړى شي.
او په رېږدېدونكو لاسونو يې يوه خړه هميانۍ له جېبه راوكښه او پنځلس روبلي زريني (طلايي) سكې يې ځني راوكښې.
مرسل هيڅكله له پلار سره دومره ډيري پيسې نه وې ليدلي.
له همدې امله فكر يووړ:
دا پلار چي مي دومره ډيري پيسې لري، نو ولي مي مور ته نوى پوړنى نه په رانيسي؟ ولي په نيم نس بيديږو؟... دا ټول ولي؟
مرسل له ځان څخه پوښتني كولې، خو ځگواب يې نه موندى، په دغه وخت كي استاد رمضان په خورا لېوالتيا زريني سكې واخيستې، پخپله ګلدوزى شوې هميانۍ كي يې كښېښودې او وې ويل:
زما پلار هم همدغسي يو ځاى پيسې وركړې...!
هغه ددغي جملې د ويلو پر وخت خپله څېره داسي ونيوه، لكه يوه ګناه يې چي كړې وي.
مرسل نژدې دوه كاله له استاد رمضان سره كار وكړ او وروسته يې د هغه د دوكان په اړخ كي ځان ته د آهنګرۍ يو دكان پرانيست.
كله چي مرسل آهنګر شو، پلار يې له ډيري خوښۍ په جامو كي نه ځايېدى.
زوى جانه! زما آرمانونه پوره شول.، اوس كه مړ هم شم، هيڅ غم او اندېښنه به ونه لرم. كسب يو زرين بازو بند دى، هر وخت چي دي پر بازو وتړى، نو ځواكمن شوې... ستا زامنان هم بايد كسب كاران شي.
زوى جانه! لنډه داچي، په نړۍ كي تر كسب ارزښتناك شى نشته.
هغه مهال د آرابې، آس او خره زمانه وه، آهنګر پكي بېكاره نه پاتېدى، مرسل هم بې ارادې خپل او د پلار ژوند سره پرتله كاوه او معلومداره چي خوشحالېدى به هم، له خوشحالۍ پرته يې بله لار هم نه درلوده، ځكه مرسل د فقير او اړ ژوند له منګولو څخه ځان خلاص كړى و.
له استاد رمضان څخه هم خوشحال او ممنون و، ځكه همدا نعمت هغه وربخښلى و.
مرسل واده وكړ، لومړى اولاد يې نارينه و. د يوه بل زوى څښتن هم شو. مرسل يوه ډېره لويه او خوږه هيله له ځان سره پاله له (پرېږده چي خداى پنځلس زامن راكړي، له هر يوه څخه به انسان جوړ كړم!)
مرسل غوښتل چي لومړى زوى يې خامخا بايد آهنګر شي، دويم يې بايد سلمان شي او د (سرچه بازار) په خوله كي دكان پرانيزي، اړخ ته يې بل زوى خياطي راوباسي او نور زامن يې چي وروسته به نړۍ ته راځي، بايد ساعت ساز، موچي او زرګر شي. په همدې ډول د مرسل زامنو ټول (سرچه بازار) سر تر پايه نيوى.
مرسل پر تعليم بوخت كسان د تجارانو او شتمنو زامن بلل، سوړ اسوېلۍ يې كښى، خو هيڅكله يې آن د زامنو د زده كړي خيال هم په سر كي نه ور ګرځاوه، ځكه پوهېدى چي ورته ناشونې ده.
هغه هيله لرله، نه يوازي هيله، بلكي په كلكه يې پتيېلې وه، چي له زامنو څخه به كارګران جوړوى او كله چي به يې پر توده اوسپنه د مارتول وارى كاوه، خپلي هيلي به يې پوره كېدونكي بللې. هغه داسي انګېرله چي هر آرمان يې له وس سره همزولى دى. خو د يوه آرمان پوره كېدنه هم څه آسانه خبره نه ده، ځيني آرمانونه خو بېخي تر سره كيږي نه.
ددنيا څېره بدله شوه... د نظامي جامو څښتنان راغلل او ټول كوچنيان يې مدرسې ته بوتلل.
رښتيا چي دا يوه معجزه وه! مرسل ډارېدى چي هسي نه څوك يې تر ګرېوان ونيسي او د زامنو د مدرسې مياشتنۍ ځني واخلي او يا يې زامن په سپكاوي له مدرسې څخه وشړل شي، له همدې وجي يې زامنو ته مدرسې ته د تګ تر څنګ؛ پټ آهنګري هم ورښووله. زامن يې بايد د درس تر زده كولو وروسته د پلار د آهنګرۍ دكان ته تللاى، د خداى فضل و چي د مرسل زامنو ښه درس وايه، خو كه به يې چا صفت كاوه، مرسل به په حيرانۍ سره ويل:
څنګه سم درس و نه وايي! په داسي حال كي چي مدرسه پيسې هم نه ځني غواړي او وړيا ده؟
كله چي به د پيسو يادونه كېده، مرسل اكا به ځورېدى او بېرېدى چي هسي نه يو وخت د زامنو د زدكړي پيسې ځني وغوښتل شي، خو داسي كومه پېښه را منځته نه شوه، بلكي دى او مېرمن يې لا هم د بېسوادۍ كورسونو ته بوتلل او ليك لوست يې ور زده كړل. دا هم وړيا و، مشر زوى يې ظهيرالدين ډېر درس ووايه، لس كاله يې په ګنجه، پنځه كاله په باكو او پنځه كاله يې هم په مسكو كي زدكړي وكړې.
او يوه معجزه پېښه شوه. د مرسل مشر زوى يې يو ختيځ هيواد ته د شوروي سفارت ته ولېږى. مرسل هيڅ باور نه كاوه چي زوى دي يې په سفارت كي غټ سړى وي.
(زما زوى كونسل دى؟ نه! زما زوى نه دى، له اسمان څخه راكښته شوى موجود دى) دويم زوى يې فرخ په ماسكو كي پاته شو.
د اټومي انرژۍ په پوهنځي كي كار كوي، درېيم زوى يې صلاح هم بيا ګنجې ته رانه غى، د انجنيري پوهنځي تر پاى ته رسېدو وروسته يې په براتسك كي كار پېل كړ. دوه زامن يې ډاكټران شول او اوس په باكو كي كار كوي.
شپږم زوى يې د كليوالي مدرسې مدير دى، اووم يې په پوهنځي كي استاد او نهم يعني وروستى يې په مكتب كي دى....
(خو دا اتم، چي ملا يې راماته كړې ده په ميدان كي په توپ پسې منډي وهي!) كله چي توفيق ډېر ځيرك زدكوونكى و، د پلار د آهنګرۍ دكان ته به راتى او چكش به يې له سندان سره جنګاوه، مرسل به تر بڼو لاندي وركتل او له ډېري خوښۍ به حيران و، څه ووايي.
د توفيق د چكش تر دقيقو بريدونو لاندي، توده اوسپنه موم غوندي نرمه وه.
مرسل د هغه ځواكمنو مټو ته كتل او فكر يې كاوه:
(دغه زوى مي ښايي تر نورو هوښيار شي، البته له كونسل پرته، هغه مي ډېر هوښيار او ځيرك زوى دى... هسي نه چي مټي يې ځواكمني او هوښ يې كمزورى وى، خداى مه كړه!)
كله _ كله به مرسل مارتول يوې خواته ايښووى، د تندي خولې به يې څنډلې، په انديښگنو كي به ډوبېدى او اوږد مهال به يې د سره اور ننداره كوله....
هو! كله چي دغه كار پوه او هوښيار زوى ښوونځى پاى ته ورساوه، پوهنځى ته نه لاړ، كار يې پېل كړ، اوس د هري مياشتي امتيازات كور ته راوړي او مور ته يې وركوي مرسل حيران شو او له ځان سره وبونګېد:
(زه لكه چي مړ يم، چي توفيق لوړي زده كړي نه كوي، څه كوي؟
په ميدان كي په ګين پسي ځغلي! ښايي د خلګو له سرونو هوښ كډه شوى وي، چي هغه ته له دې امله دومره پيسې وركوي؟ نه، داسي بايد نه وي، امكان نه لري...) داسي مهال راتى چي توفيق به درې، څلور ورځي له كوره ورك و او مرسل به له مېرمني پوښتل:
زوى دي چيري دى؟
""رژيم"" يې نيولى!
رژيم يې بيا څه شى دى؟
وروستى يعني نهم زوى يې په خبرو كي ورلوېدى:
هغه بايد تر سيالۍ وړاندي، څو ورځي تمرين وكړي.
_لعنت پر شيطان!
داسي هم پېښېده چي اتم زوى پنځلس ورځي او آن يوه مياشت لا دركه كېدى.
_مرسل له خپل نهم زوى څخه پوښتنه كوله:
_ ورور دي چيري دى؟
_ په قرغند كي!
_ په قرغند كي!
_ هلته څه بلا غواړي؟
_ مسابقه كوي!
_ لعنت پر شيطان!
څو شپې وروسته بيا مرسل پوښتنه كوي:
_ ورور دي چيري دي؟
_ په سمر قند كي!
_ اوس بيا چيري تللى دى؟
_ عشق آباد ته!
_ دا لېونډرتى هورې څه كوي؟
_ لوبه!
_ لعنت پر شيطان!
كله _ كله د غيبعلي مور د مياشتي تر شپږ ځله زياته ناروغېده او غيبعلي د درملو د پيدا كېدو په بهانه، لمر لوېده مهال وركېدى. په همدغه ورځ به نهم زوى هم خامخا يو ضروري كار درلود.
په دغو ورځو كي مازيګر مهال، سينګار ځايونه، پلورنځي او دكانونه بندېدل.
استاد مرسل به حيران و، چي څه پېښ شوي؟
هغه پوښتنه كوله:
_ دوى چيري دى؟
_ تللي، د فوټبال لوبي ته!
_ لعنت پر شيطان!
په دغو ورځو كي ښار خالي كېدى. څرګنده نه وه چي خلك چيري تللي او هر ځاى به خاموشۍ او آرامۍ په غېږ كي اخيست. كله به (شوټ كه!) آواز تر غوږ كېدى، دا ټول مرسل ته ډېر حيرانونكي ښكارېدل.
كله ناببره داسي هم پېښېده چي يو نايي مرسل ته راتى او ويل يې:
مرسله، پرون دي زوى دوه ګوله ووهل!
_ كاشكي بلا وهلاى!
_ اُف، استاده!
_ پر استاد، دي هم لعنت وي!
بايد وويل شي چي مرسل د خپل ټول ژوند په اوږدو كي يو ځل لا هم زامن نه ول وهلي. دا لا څه چي يوه نرمه خبره يې هم نه وه ورته كړې...
يوازي يې له اتم زوى سره ورانه وه، خبري يې نه ورسره كولې... مرسل به غټ ماښام، چي توفيق به پر كور و، خپلي ښځي ته ور ږغ كول او ويل به يې:
زهرا!
_ هغه ته ووايه چي يو څه هوښ سر ته راولي!
توفيق به هم بېله دې چي پلار ته ورګوري، خپلې مور ته ويل:
_ هغه ته ووايه چي هوښ مي پر خپل ځاى دى!
پلار لاس نه ځني اخيست:
_ هغه ته ووايه چي هوښ په سر كي وي، نه په پښو كي...
توفيق يې هم كنايه بې ځوابه نه پرېښووله:
_ هغه ته ووايه، ګړندۍ پښې هوښ ته خنډ نه پېښوي!
_ هغه ته ووايه پايلوچي پرېږده، لاړ شه پوهنځى ته، درس ووايه!
_ مور، هغه ته ووايه، د بدني روزني په پوهنځى كي درس وايم!
_ هغه ته ووايه كه واده ته يې زړه وشي، په دې ښار كي به هيڅوك هم نجلۍ ور نه كړي!
_ هغه ته ووايه، د خپلې لوبډلي هر مينه وال ته چي په مركه ورشم، نجلۍ به راكړي!
_ لعنت پر شيطان!
مرسل د توفيق دغه چلند آزاراوه، ټوله هيله يې كونسل زوى ته وه (يو پلا چي مي دغه زوى له توفيق سره وږغيږي، بيا به ووينې چي څنګه سميږي. كونسل زوى ته مي يې د طبيعت لوړي ژوري، غوښتني او رازوباز ډېر ښه معلوم دى.
ډېر ژر به مي ګران زوى، كونسل زوى راشي، په وروستي ليك كي يې ژمنه كړې وه، چي په يوه مياشت رخصت به راشي!)
د مرسل په سترګو كي انځوريږي چي ظهيرالدين دروازه پرانيزي او راننوزي. مرسل د خپل لومړي زوى په پښو كي پسه پرېباسي او قربانوي يې.
(آه، څومره به ښه واى چي لږ وړاندي راغلى واى!)
_ غيبعلي!
_ بلې استاده!
غيبعلي دا د دنيا هر كار ولي سر چپه دى؟...
_ بلې، استاده، بلې!...
مرسل په خپله (پوكل) پېل كړل، له نغري څخه يې يو څه اور را وايست، د غيبعلي پر پښه يې ور وغورځاوه او ګوته يې ور وسوځوله، هلكي خپله پښه، ټينګه په لاس ونيوه او پر بله پښه يې په غورځنګونو شروع وكړه.
_ وسوځلم، استاده وسوځلم!
_ توبه مي ده، په پرانيستو چوټو كي هم آهنګري كېداى شي؟
_ لعنت پر شيطان!...
غيبعلي آرام شو، استاد مرسل ته يې په غوښتونكي انداز وكتل او وې ويل:
_ استاده، زه نن لږ وختي ځم، بيا مي هم مور ته دوا رانيسم!
_ مور دي تر اوسه نه ده ښه شوې؟
_ يه استاده، يه!
_ پروا نه لري، لاړ شه... خداى دي يې ښه كړي!
په همدغه شېبه كي د مرسل نهم زوى، د غشي په شان دكان ته راننوت او وې ويل:
_ پلاره، زېرى مي درباندي، ظهيرالدين راغى!
_ هرڅه چي په زېري كي غواړې دركوم يې!
_ غيبعلي زه لاړم، دكان سره ټول كړه بيا دي د مور په دوا پسې لاړ شه!
مرسل خپل پېش بند پرانيست، يوه ګوټ ته يې وغورځاوه او زوى ته يې وويل!
_ يوه ټيكسي را وګرځوه!
_ پلار جانه، اوس ټيكسي نه پيدا كيږي!
_ ولي؟
_ ځكه چي نن د فوټبال مسابقه ده!
_ لعنت پر شيطان! ....
ظهيرالدين ته به دا هر څه ووايم، فوټبالر ورور به دي ښه په درګوش مېخه كړم! ...
_ نهم زوى موسكى شو.
پلار او زوى د لښتي پر غاړه ، روان ول، مرسل ډېر تلواري و، زړه يې غوښتل ډېر ژر خپل زوى وويني، فكر يوړ:
(د شا له دروازې څخه غولي ته ننوزم؛ پسه تر غوږونو نيسم او د زوى په پښو كي يې سرغوټوم، بيا به نو پوره يوه مياشت بنډارونه سره وكړو ....)
يو آسماني رنګه موټر ودرېد، يوه ځواكمن ځوان سر ځني را وايست او ويې ويل:
_ مرسل كاكا، كه د فوټبال سيالۍ ته ځگې، مهرباني وكړئ، سپاره شئ!
_ پرېږده فوټبال، كه كولاى شې، تر كوره مي بوزه!
",اتم زوى
613,,"
ابراهيم ابراهيمي
دا الفاظ د سوك وهني د لوبي د هغه عظيم لوبغاړي دي كوم چي يو عظيم لوبغاړى نه غالبا يو عظيم شخصيت هم دى چاچي د خپلي شعبې د ټولو لوبغاړو د مجموعي دولت څخه زيات دولت ګټلى دى او د رواني پيړۍ په لسو لويو لوبغاړو كي يې اول نوم راځي. ""كيټس كلې"" دا هغه نوم دى چي د سوك وهني په لوبه كي ددنيا په ګوټ ګوټ كي مقبول ترين دى د چا تكنيك چي تر اوسه پوري نه بلكي راتلونكو لوبغاړو ته به هم د نصاب درجه لري، په 17 جنورى 1942ع كال په امريكا كي زېږيدلى كيټس كلې د 1990كال د اولمپيك په سياليو كي د سرو زرو مډال و ګاټه، ددې كاميابۍ سره سره د لوبو ماهرينو دده نه د هغو كاميابيو توقع نه كوله كومي چي په راتلونكي كي د ده په برخه شوي، په 1964 كي كيټس كلې په اسلام مشرف سو او د كيټس كلې نه ""محمد علي"" شو دده په اسلام قبلولو ځيني خلكو دناخوښۍ اظهار وكړ مګر كوم سعادت چي د محمد علي په برخه شوى هغه هيچا هم ايسارولاى په داسي موقع ده ويلي وو.
زه هغه څه كول نه غواړم چي تاسي يې له مانه كول غواړى، زه به هغه څه كوم چي زه يې وغواړم؟ او ده همداسي وكړل.
(نسل پرست) امريكايي سپين پوستى له اول نه د ده خلاف وو مګر د ده د اسلام په راوړلو سره يې نور هم حسد ډېر شو كله چي محمد علي د سوك وهني لوى لوبغاړى ""سوني لسټن"" ته ماتې وركړه نو خلكو ته اندازه ولګېده چي هغه څه وشول چي دوى نه غوښتل، اوس محمد على د سوك وهني د لوبي بادشاه وو او نړيوال اعزاز يې دراتلونكو دريو كالو لپاره د ځان سره وساته، د محمد علي د سوك وهني په لوبه كي پاتي راتلل ناممكن وو خو دده مخالفينو ته يوه داسي موقع په لاس ورغله كله چي په 1967 كي محمد علي د ويتنام په جنګ كي په پوځ كي د شموليت نه انكار وكړ دويتنام په جنګ كي هغه اول امريكايي نه وو په دې ورځو كي په امرېكا كي همدا يوه ناره وه:
زمــا د ويـتـــنـام ســـــره هـــــيڅ جـــنـګ نــشته.
مګر مخالفينو ددې موقع څخه ګټه پورته كړه او د محمد علي د سوك وهني لايسنس يې منسوخ كړ او پوره درې نيم كاله هغه د خپلي لوبي څخه ليري و ساتل شو ، وروسته د متحدو ايالاتو ستري محكمې دا كار بې ځايه وګاڼه او د محمد علي لايسنس يې په حال كړ، محمد علي ته خو لايسنس په لاس ورغۍ خو دده سوك وهني نړيوال مډال يې بيرته په همهغه رنګ حاصلول غوښتل ده خپلي تيارۍ مكملي كړې او په 1974ع كي يې ددې وخت نړيوال اعزاز لرونكي لوبغاړي ""جارج فورسين"" سره سيالي وكړه او خپل نړيوال اعزاز يې ترلاسه كړ، په 1975 كي يې (جوفريزر) ته ماتي وركړه او د خپل اعزاز دفاع يې وكړه خو د عمر د ډېروالي له وجي نه بيا ونه شو كړاى چي خپل نړيوال اعزاز له ځان سره وساتي اخير كال په 1981ع كي يې د لوبو د ميدان سره خداي په اماني وكړه، په 1996ع كي چي كله د اټلانټا اولمپيك لوبو افتتاح كېدله نو د تماشاچيانو په منځ كي د محمد علي فولادي لاسونه د سختو مرضونو لكه د ونو د پاڼو په څير ريږدېدل دا هم هغه محمد علي وو چي د 2002 كال په وروستيو كي زموږ د ګران وطن افغانستان د قدر وړ ميلمه وو. ","محمد على "" كلى"" پېژنئ؟"
614,,"
د ١٣٨٣ ، د مرغومي ٦
کابل : پلازمېنې ته رارسيدلي نړيوال خبرونه ښيي چې د اندونيزيا سمندر غاړو ته نژدې په اوبو کې د يوې زلزلې له امله په شپږو هيوادونو کې نژدې ٤٠٠٠ کسان وژل شوي دي .
دغې زلزلې په هند ، اندونيزيا ، مالديپ ، سرې لنکا ، ماليزيا او تايلينډ کې ورانى او ويجاړى کړى دى .
د سمندر لس متره لوړې څپې په دغو هيوادونو کې لوى ورانى جوړ کړى دى . مالديپ چې خاوره يې تر سمندر ايله يو متر لوړه ده د دغو څپو له امله ښايي تر ټولو ډيره زيانمنه شي .
له دغۀ هيواده لا تر اوسه ډير معلومات نه دي ترلاسه شوي . ",د هند په سمندر کې زلزلې ٤٠٠٠ انسانان وژلي
615, ولي شاه طبيب (کندهار –افغانستان),"
ولي شا طبيب _ کندهار
کابل نن سبا
کابل چه دګران افغانستان پلازمينه ده ، يو ښکلی دليدلو وړ ښار دی ګر چه د۲۵ کالو جګړو په لړ کښي ددې ښکلي ښار زياتي برخي په ځانګړي ډول دخپل منځي جګړو پر وخت ډير وران او ويجاړ سو ،کابل داعليحضرت تيمورشاه دسلطنت پرمهال په پلازمينې بدل سو ، دهغه نه دمخه کندهار دافغانستان پلازمينه وو. د پلازميني په حيث دکابل دټاکلو لپاره دا دلايل ويل کيدل چه کابل تقريبا دافغانستان په منځ کي پروت دی ، سوق الجيشي موقعيت لري او ښه اب وهوا يا اقليم لري . دکابل د ښار نه غرونه راتاوو سويدي هاند تردي چه داسمايي ،شيردروازي او نور غرونه دښْار په دننه کښي غزيدلي دي .
دمغلو لوی زمامدار ظهيرالدين محمد بابر دکابل سره ډيره مينه درلوده ،دخپل ژوند ډيره برخه يي په کابل کښي تيروله ، او دخپل وصيت سره سم دکابل په ښار کښي په هغه بڼ کښي خاوروته وسپارل سو چه دده په عصر کښي دده په هدايت جوړ سوی وو .
خوکابل دجګړو پروخت داسي خراب سو چه ددي خرابيو په ليدلو سره دانسان دسترګو بي اختياره اوښکي راځي ، په ځانګړي ډول هغه څوک به ډير غمجن سي کوم چه داښار يي دارامۍ او صلحي پروخت ليدلۍ اويا يي ژوند پکښي کړی وي .
زه ددروو ورځو لپاره کابل ته تللی وم ، څه چه مي ليدلي دي تاسومحترمو لوستونکو ته يي وړاندي کوم .
په ښار کښي نفوس فوق العاده زيات سوی دي حتی په پياده روونو کښي تيريدل او راتيريدل مشکل سوي دي ، په پياده رونو کښي چکنه فروشان يا خورده فروشان زښت زيات سويدي . او تقريبا داکثرو پياده رونو نيمايي برخه دغو خورده فروشانو نيولي وه ، چه البته ماته دخوښی سبب سو چه حداقل ډير و بيچاره ګانو لپاره دغريبی زمينه مساعده سوي وه . دوړو شخصي او ټکسي موټرونو شمير فوق العاده زيات سوي وو ، خصوصا دسهار اومازديګر پروخت دموټرونو لښکرونه پر هر سړک رامات سوي وي ، چه دسورليو ډير وخت په موټرونو کښي ضايع کيږي ، همدارنګه دهوا او چاپيريال ککړتيادموټرونو د زيات دود له وجي زياته سوي وه ،دبلي خوا دامنيتي دلايلو له مخي بعضي لوي جادي دترافيکو پرمخ بندي وي . په ښار کښي ښاري سرويسونه چه ډير کم يي دپخوا څخه پاته وه او زيات شمير يي ددوستو هيوادونو هندوستان او ايران لخوا کومک سوي وه ترسترګو کيدل چه تقريبا په اکثرو لينو کي چليدل او واقعا دا بسونه دعوامو لپاره لوی کومک وو .
دغذايي موادو کمبود نه ليدل کيدی ، مګر نرخونه جګ وو ، ګرچه دکابل اوسيدونکي دموجوده ښاروال دښو کړونو څخه راضي وه ، دهوتلونو وضع ښه نه وه ، دمسافرو لپاره داوسيدلو لپاره پاک او مناسب هوتلونه نه وه ، دهوتلونو صفايي او حفظ الصحه ډيره کمزوري وه ، زما هدف دکانتينينتل هوټل نه بلکه عادي هوتلونه چه دعامو وطنوالوپه سويه وي او کرايي يي هم ډيري جګي وي .
دلاسي صنايعو او نفيسو اثارو ډير زيات شمير دوکانونه دنوي ښار دمرغ فروشۍ په کوڅه کښي دوباره نوی رونق پيدا کړی وو ، ما ډير داسي انتيک شيان وليدل چه هغه ددي وړ وه چه په موزيم کښي کښيښول سي ، په نوي ښار کښي نوي ستايل مغازي او ډول ډول رستورانونه پرانستل سوي وه ، دغه نوي سټايل هوټلونو دافغاني غذاوو په څنګ کښي چينايي ، ايتالوي او نور ډول غذاوی عرضه کولي ، البته په ډير لوړه بيه .
دکورونو کرايي ډيري لوړي وي ، نفوس ډير زيات وو ، خو دکورونو تعداد ډير کم وو ، دحکومت لخوا دمځکو دويش سکيمونه ډير لږ وه ، ديوه دوه کوټي مکروريان اپارتمان کرايه دمياشتي ۲۰۰ ډالره وه ، دمرکزګرمۍ سيسټم يي هم غير فعال وو ، برښنا او اوبه يي هم په نوبت سره وي .
څرنګه چه دکابل زياتي داوسيدو سيمي لکه دريمه او څلورمه کارته ، خوشحال خان مينه ، کوټه سنګي ،افشار ، کارته نو ،دارالامان او نوروبرخو په زرونو کورونه د جګړي له وجي خراب سوي وه ، او ددغو خرابيو بياجوړونه کلونه کلونه وخت غواړي ، ډيري دولتي وداني هم وراني سوي او چور سوي وي چه دکابل زيات ورانۍ د تنظيمونو د خپل منځو جګړو پر مهال سوی وو ، دافغانستان موزيم چه هم وران سوی وو ، خو دنيکه مرغه دوباره ودان سوی وو .
ددارالامان ماڼي چه داعلحضرت غازي امير امان الله خان دسلطنت پرمهال دده په خاصه مينه او علاقي سره جوړه سوي وه ،ددي ماڼي په جوړولو کښي اروپايي مهندسانو ډيره ونډه درلوده ، ما دا ماڼۍ دصلحي پرمهال ليدلي وه ، په رښتيا سره دمعمارۍ دفن يو شهکار وو ، ددی ماڼۍ دغرب خواته بله ماڼۍ چه پر لوړه تپه جوړه سوي وه او په قلعه تاج بيګ ياديده هم داعلحضرت غازي امير امان الله دعصر جوړونه وه ، وايي چه دقلعه تاج بيګ او دارالامان دماڼيو ترمنځ هوايي زانګو چليدله چه دکيبلونو په واسطه کشيدله ، همدارنګه ددهمزنګ دچوک څخه تر دارالامان ماڼۍ پوري داوسپني دپټليو خط کش سوي وو چه ټرام به پر تللای .
اوس چه مي دا ماڼۍ وليدله ډير غمجن سوم ،ماڼي داسي ورانه سوي وه چه دبيا جوړوني اميد يي ډير کم دی ،دتاج بيګ ماڼي ته نژدي نه ورغلم خو داسي راته بريښيدله چه دبيا رغوني اميد ورته سته .
دکابل بين المللي هوايي ډګر چه دجګړو پرمهال ډير وران او ويجاړ سوی وو ، اوس بيا څه رونق پيدا کړی دی ، دترمينل څه ترميمات سويدي ، داريانا افغان هوايي شرکت سره دهندوستان حکومت دري ايربس الوتکي کومک وکړي او څو نوري الوتکي يي هم رانيولي ، داريانا افغان هوايي شرکت الوتکي تهران ،اسلام اباد ،تاشکند ،ډهلي ، استانبول ، فرانکفورت ،جدي ،ډوبي او نورو هيوادونو ته الوتني لري ، نوموړی هوايي شرکت داخلي الوتني وهرات او مزارشريف ته لري . کام اير او پکتيک دوه نور افغاني هوايي شرکتونه دي چه داخلي الوتنی تر سره کوي ، دملل متحد الوتني اوس دکابل څخه دنورو ولاياتو پر لور الوتني لري ، خو دکابل دهوايي ډګر شاوخوا اوس هم ډيری بيکاره اوسپني او دکاره لويدلي وسايل ليدل کيږي .
اوس مهال په کابل کښي دري تلويزيوني خپروني دافغانستان راديو تلويزيون ، طلوع او افغان تلويزيونونه کارکوي ، دراديو افغانستان په ځنګ کښي ارمان او دازادی راديو نشرات داف ام پر امواجو لري .
",د افغانستان پلازمېنه ( کابل )
616,بابوزی,"
دبابوزی په قلم
دويتنام د جګړي وړاندي د پخواني شوروي نړيواله پاليسي د خپلو ګټو څخه دفاع او په نړيواله ټولنه کي د خپلو پلويانو زياتول وه او د دې نړيوال ابرقدرت په وړاندي د امريکا متحده ايالاتو نړيواله پاليسي په نړۍ کي د امريکايې ګټو څخه د نظامي ځواک په مټ دفاع مطرح وه ،خوهغه وخت چي په ويتنام کي امريکاجګړه ايزه پاليسۍ د ماتي سره مخ شول ، لږ تر لږه د يوې لسيزي لپاره نړۍ د قطبينو په تقابل او توازن کي د وروسته پاته هيوادونوڅخه د سپوږمکيو د جوړيدو په چارو بوخت وساتل شوه .
د تيري پيړۍ اتيا يمه لسيزه د پخواني شوروي واکمنو لپاره د نويونړيوالو تيزونولسيزه وه .د هغوۍ له نظره د هغه وخت نړۍ بايد د دوو نړيوالو قطبو نو تر منځ و ويشل شي .د همدې نويو تيزونو پر بنسټ د پخواني شوروي زړو واکمنانو په ورسته پاته هيوادونو کي د اوښتونونو او پاڅونونو هڅونه پيل کړه او ورسره سم يې په پټه او ياهم مخامخ د هيوادونو او په ځانګړي توګه د وروسته پاته هيوادونو په کورنيو چارو کي لاسوهني پيل کړې .دورسته پاته هيوادونو د اوښتونونو لپاره يې تر بيلا بيلو نومونو لاندي د انقلابونو لاري او نومونه وتراشل او د هغو په اصطلاح انقلابونو لپاره يې د کاذب منطق پر بنسټ دلايل او براهين مينځ ته راوړل .او د سياسي او ټولنيزو سازمانونو د منځ ته راتلو اود ګړندۍ ودي لپاره يې په نظامي اکټونوتکيه او باور د دې تيزونو منځنۍ اوټاکونکۍ اړخ و.
دپخواني شوروي ستراتيژيستانو له نظره پر نړۍ د واکمن کيدو لپاره تر ټولو وړاندي د هغي حلقي ماتول پکاروه چي د پخواني شوروي د نفوذ د مخنيوي لپاره جوړه شوې وه .په دې حلقه او کړۍ کي تر ټولو خواره او ماتيدونکې حلقه افغانستان په ګوته شو . د دې هيواد د ماتيدو لپاره هغوۍ په خپل برياليتوب ډاډمن او د دې ډاډ لپاره يې درې بنسټيز لاملونه وړاندي کول : لومړۍ داچي د خپلو پخوانيو پلانونو پر بنسټ د هغوۍ له نظره په افغانستان کي د وګړودويم اکثريت په اسانتيا تر نفوذ لاتدي راتلای شي او د مليتي شعارونو په طرح کولو سره به په افغانستان کي خپلي هيلي تر سره کړي ؛دويم داچي امريکا د ويتنام په جګړو کي ماته خوړلې او د شوروي سره د بيا جګړې لپاره زړه نه کوي ؛او دريم داچي د پخواني شوروي دفاعي اردو په تعروضي او جګړه ايز اردو اړول شوۍ وو ؛
دپخواني شوروي د ستراتيژيستانو له نظره ،افغانستان خوړلو ته تياره ګوله پرغوړيدلي سترخوان پرته وه . په ځانګړي توګه د دې ګولې خوړل هغه وخت ورته لا اړين وګرځيدل چي د افغانستان واکمنو د امريکايې پاليسيو ملاتړ ته په څرګنده مخ واړاوه ،له هغه وروسته پخواني شوروي واکمنانوپه بيړه لومړۍ په افغانستان کي د شوروي پلوي نظام د مينځ ته راوستلوزمينه برابره کړه او بيا يې د١٣٥٨ لمريز کال د جدي په شپږمه نيټه په ډيري بيشرمۍ شوروي پلوی نظام ړنګ او پر ځای يې د کاجي بي روزل شوي ګوډاګۍ د قدرت ګدۍ ته ورساوه.
پخواني شوروي خو خپل ګوډاګۍ د قدرت ګدۍ ته د سره ټانک پر ميل پورته کړ ، خو د لسو کالو خونړيو جګړو وروسته د پخواني شوروي ستراتيژيستان پوه شول چي هغوۍ د حساب پايله هم هاغسي چي هغوۍ وړاندوينه کړي وه هم هاغه شان ده خو په يوه تفاوت او هغه داچي : د لسو کالو جګړو وروسته پايله دا ده چي افغانستان به د نړۍ پر مخ د يوه هيواد په توګه ترسيم نه شي ، خو يوازي په همدې نوم کي تيروتنه شوې ده ، هغوي وليدل چي د نړۍ د هيوادونو د لړۍ څخه افغانستان ورک نه شو بلکي پخوانۍ شوروي د نړۍ د هيوادونو د لړۍ څخه ورک شو؛
دجدي شپږمه نيټه د افغانانو لپاره په وينو لړلې سره ورځ ؛ د پخواني شوروي لپاره و قبر او هديرې ته دلويدلو توره ورځ او د پخواني شوروي حريفانو ته شنه او زرغونه ورځ ده ؛
",دجدي شپږمه د افغانانو د غميزي اوج
617,,"
د ١٣٨٣ ، د مرغومي ٧
کابل : له سويلي او ختيځې اسيا څخه رارسيدلي خبرونه د يکشنبه د ورځې د سمندري زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېره تر ٢٤ زرو ډيره ښيي .
زلزله د اندونيزيا د سمانترا ټاپو ته نژدې شوې وه . د هغې له امله د سمندر توغياني څپو د شپږ هيوادونو خاوره لاندې کړه .
په هند ، اندونيزيا ، سرې لنکا ، مالديپ ، تايلينډ او ان د افريقا په سوماليا هيواد کې د دغو څپو له امله خلک ووژل شول او ډير نور مالي زيان يې واړاوۀ .
داسې ويره ده چې دغه شمېره ګړۍ په ګړۍ ډيريږي . ",د هند د سمندر په زلزله کې ٢٤ زره کسان وژل شوي دي
618,,"
سورغر توخی کندهار :
د ١٣٨٣ ، د مرغومي ٧
له اوږدې وچ کالۍ څخه وروسته يو ځل بيا د افغانستان په ځينو سهيل لويديځو سيمو کې بارانونه وريږي .
د کندهار او شاوخوا لويو ولسواليو له کليو څخه عيني شاهدانود بېنوا ويبپاڼې خبريال ته وويل چې بارانونه د پرون ( يکشنبې ) له ورځي څخه پيل شوي او تر دوشنبې ماخوستن پورې ورښت روان و .
مالدار ، مځکه وال او بزګران خوشاله ښکاري . په کندهار او ځينو سيمو کې د هغو کورونو خاوندان چې په تيرو دوو کالو کې يې استوګنځايونه پاخۀ نه دي جوړ شوي وايي چې لومړی ځل يې پر کورونو داسې باران کيږي او ځيني يې څڅيدلي دي .
باران کله لږ تيز او بيا کرار شي ، سيمه ييز خلک او بزګران وايي داسې بارانونه به راتلونکي کال ته ددوی پر حاصلاتو ډير ښه اغېز وکړي .
ساينس پوهان وايي د وچکاليو له امله په مځکه کې د اوبو د زيرمو له کښته کيدلو سره ښايي دا بارانونه ډيره مرسته ونه کړي خو که چيرې په پرله پسې ډول بارانونه وشي او په راتلونکو کلونو کې هم وچکالي نه وي نو د مځکې لاندې زيرمې به ډکې او د اوبو پيدا شوې ستونزه به حل شي .
دوی له حکومت او نړيوالو مرستندويو ټولنو غوښتنه کوي چې په يوې اوږد مهالې تګلارې فکر وکړي چې په دغو ولايتونو کې د اوبو د ستونزې حل ته ﻻر ولټولی شي .
",د افغانستان پر سهيل لويديځو سيمو باران اوري
619,,"
سور غر توخی کندهار :
ر ١٣٨٣ د مرغومي ٧
نن د کندهار له ولايت څخه ٣٥٠ ( درې سوه پنځوس تنه ) د سهيل لويديځ زون حاجيان د سعودي عربستان په لور رهي شول .
سږ کال د کندهار د ولايت د حج او اوقافو په رياست کې د حج د پروګرام ترمخه ٣٥٠٠ حاجيانو ځانونه راجستر کړي ، او حج ته د تللو لارې څاري . له دوی څخه ٣٥٠ تنه نن ( دوشنبه ) سهار د کندهار له نړيوال هوايي ډګر څخه مخامخ د سعودي عربستان د جدې نړيوال ډګر ته وخوځېدل.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې به د نورو سهيل لويديځو سيمو اوسيدونکي حاجيان هم د کندهار له نړيوال هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان پر لور رهي شي .
",افغان حاجيان حج ته روان شول
620,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ٧
کابل : د افغانستان د ملي نوي ملي سرود لپاره ټاکل شوي کميسيون بالاخر د ارواښاد استاد بېنوا هغه شعر له څه بدلونونو سره ومانۀ چې د ولسمشر داود پر وخت د ملي سرود په توګه غږيدۀ .
په هغۀ شعر باندې د حبيب الله رفيع له خوا د الله اکبر او د افغانستان د بيلا بيلو قامونو نومونه ورزيات شوي دي .
دا زياتونه د اساسي قانون د لويې جرګې له غوښتنې سره سمه وه .
تر دې وړاندې د شاعر او ليکوال محمد اکبر اکبر شعر غوره شوی و خو په وروستي چاڼ کې بيرته د ارواښاد بېنوا پر شعر سلا وشوه .
په کابل کې د ادبي کړيو له لورې دا پريکړه حيرانونکې بلل شوې ده . دوی وايي که چيرې پريکړه همدا وای نو په لومړي سر کې بايد شوې وای چې د ځينو مهمو دستورو پر وخت دغه ملي سرود غږيدلی وای . ",ملي سرود ته د ارواښاد بېنوا شعر غوره شو
621,,"
تنده، په كندهار كې د هېواد كلتور او ادبي ټولنې دوې مياشتنۍ مجله ده، چې پرله پسې درېيمه او څلورمه (غبرګه) ګڼه يې په دې وروستيو كې چاپ شوې ده، چې مسوول مدير يې تاج محمد تابع دى او د هېواد ټولنې مشر واصل حسنيار دى، چې دا ټولنه د تندې مجلې تر څنګ نور ادبي او كلتور كتابونه هم چاپ كړي او اوس هم بوخت دي خپلې فرهنګي چارې پرمخ بيايي. دا يې هم د لوستلو لپاره د انټرنټ پته:
www.benawa.com/rasanay/tanda
",د تندې مجلې نوې ګڼه پر ليكه شوه
622,,"
د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومي ٨
کابل : ولسمشر کرزي خپلې نوې کابينې ته تر دوو اوونيو لږ وخت ورکړی دی چې د خپلو ټولو شتمنيو په باب معلومات ښکاره کړي .
ښاغلي کرزي ويلي دولت د دولت ټولولو لپاره نه دی . په لنډ مهالي حکومت کې يوازې ولسمشر کرزي ، حنيف اتمر او ډاکټر اشرف غني احمدزي دا کار کړی و خو نور نه و چمتو شوي .
په کابل کې د سياسي کړيو له خوا داسې اټکل دی چې دا ځل به هم ښاغلی ولسمشر د خپلې هيلې په ترسره کولو کې ستونزې وويني .
په يوې بلې پرمختيا کې له پخوانۍ شمال ټلوالې سره نژدې سرچينې وايي چې دوی د ځينو نويو واليانو په مقررۍ خوشالې نه دي .
د کابل مخکينی والي چې د اسلامي جمعيت فعال قومندان و په نويو ټاکنو کې له کاره ګوښه شوی او د هرات مخکينی ګوښه شوی والي په کابل کې د انرژۍ وزير ټاکل شوی خو دغه سرچينې د کونړ او کندهار نويو واليانو ته ګوته نيسي چې ګواکې پوځي قومندان و . خو دوی د ننګرهاد پر نوي والي څه نه دي ويلي .
د کندهار نوی والي ګل اغا شيرزی او د کونړ نوی والي ملک زرين نومول شوی دی . په ننګرهاد کې د ولسمشر کرزي مخکينی وياند سيد فضل اکبر د والي په توګه ټاکل شوی.
",وزيران به حساب ورکوي
623,,"
د سويډن د مالمو دښار څخه خپرېدونکې ( نوې هيله ) ١٢مه ګڼه پر ليکه شوه
دا ګڼه د ارواښاد استاد علامه رشاد صاحب لپاره ځانګړې شوې ده په شلو مخونو کي خپره او اوس يې تاسو د انټرنټ له لاري لوستلای شئ .
د لوستلو لپاره يې دغه ځای کښېکاږئ
چلوونکی : حبيب الله غمخور
کمپيوټر چاري : هيواد شيرزاد
",د نوي هيلي نوې ګڼه پر ليکه شوه
624,,"
دافغانستان نوی ملي سرود
څـــــو چې دا زمكـه اسمان وي
څو چــــې دا جــــــهان ودان وي
څو چې ژوند په دې جهـان وي
څو چې پاتې يو افـــــغــــان وي
تل به دا افغانســتان وي
تل به دا افغانستان وي
هــــــزاره، كه بـــــلــوڅان يـــــو
پشــــــه يان، نورستانـــيان يو
ازبــــكان كه تركمــــــنان يـــــو
پښــــــتانه كه تاجــــكان يــــــو
كه هر قام يو، افغانان يو
د وطــــن د مور بچيان يو
دى شــــــعـار مـــــو ازادي
ســـــــوكالــي او ابـــــــادي
عــــــدالت او تــرقــــــــــي
ځــــــــــو په لوري د بـــــري
دا مــــو ږغ دى بخـــــــــتور
وايـــــــــــــــو الله اكــــبـــــــــر
وايــــــــــو الله اكـــــبــــــــــر
",د افغانستان نوى ملي سرود
625,,"
د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومي ٩
کابل : د افغانستان د اطلاعاتو کلتور د وزارت مرستيال عبدالحميد مبارز له خپلې دندې لاس په سر شو .
ظاهرآ ښاغلى مبارز له مخدوم رهين سره خوښ نه و چې بيا هم د اطلاعاتو و کلتور وزير نومول شوى دى .
ښاغلي مبارز د شمال ټلوالې له ځينو غښتليو کسانو سره هم په تېرو دوو کلونو کې ښه گوزاره ونه کولاى شوه . هغوى پر تلويزيون او راډيو تر هغې کچې زيات زور لارۀ چې ښاغلي مبارز ته د منلو و .
",عبدالحميد مبارز استعفى ورکړه
626,محيب الله اسرار _ باميان,"
غزل
يار چي له اغياره ټولوي لمن
درد مي له پرهاره ټولوي لمن
شپه چي له سهاره ټولوي لمن
خود به يار له ياره ټولوي لمن
خدايه په ګل مخي جانان څه وشوه
سره يې لا رخساره ټولوي لــمن
دې ته يې بيا ناز که غرور ووايو
ځي چي په دې لاره ټولـــوي لمن
هسي بهـــانه کړي تقاضا د وخت
يار درنه ( اسراره ) ټولوي لمن
",درد مي له پرهاره ټولوي لمن
627,کوچۍ ( هالنډ),"
کوچۍ ( هالنډ ) ٣٠-١٢-٢٠٠٤
٢٠٠٤ کال ځينوپېښوته ځغلنده کتنه
پوهيږو چې د تاريخ په اوږدو کښي هر کال ډير څه نوي پيښيږي ، ډير څه منځ ته راځي او ډير څه د منځه ځي.په ٢٠٠٤ کال کښي هم ډير څه پېښ شوي دي چې د ټولو يادونه به يې ګرانه وي. خوځينو مهمو ته يې په لنډه توګه اشاره کوو:
· د جنورۍ په مياشت کښي د مارس اکسپريس په نوم اروپاي فضايي بيړۍ د لومړي ځل لپاره د مارس په سياره کښي د اوبو د شته والي خبر ورکړ. دغه اوبه د يخ په څېر د مارس په جنوبي برخه کښي کشف شوي . په دې خبره پوهانو، ډېره خوښي ښکاره کړي او ويلي : څنګه چې اوبه د ژوند لپاره اړيني دي نو په دې کشف سره دا امکان شته چې په مارس کښي هم يو وخت ژوند پيل شي.
· د فبرورۍ په مياشت کښي په مراکش کښي زوره وره زلزله وشوه چې په هغې کښي ٦٠٠ کسانوخپل ژوند د لاسه ورکړي و. دا زلزله د ايمزورن په ښار کښي ترنورو ښارونو شديده وه چې ډير کورونه او ودانۍ يې د منځه يو وړې. د زلزلې شدت د رختر شپږ درجې ښودل شوي و.
· د مارچ په ١١ نېټه د هسپانيې په پلازمېنه مادريد کښي د هغه ښار تر ټولو لويه چاودنه وشوه چې ١٩٩ کسان په کښي مړه او ١٥٠٠ په کښي ژوبل شول. دغه چاودنې د مادريد په لسو اورګاډو کښي وشوې چې د ترورزم په هکله انديښنې يې نه يواځې په هسپانيه بلکې په ټولې اروپا کښي لانوري هم زياتې کړي. د دې چاودنو سره سم ١١ مليونو هسپانويانو مظا هره وکړه چې د هسپانيې په تاريخ کښي تر ټولو لويه وه.
· د اپرېل په مياشت کښي د عراق دفلوجې په ښار کښي څلور امرېکايې پوځيان په يو موټر کښي وه وژل شول او بيا مړه وسوزول شول. په دغو څلورو کسانو کښي درې دبحري ځواکونو د ځانګړي کنډک غړي و او څلورم يې د مځکنيو ځواکونو پخوانې کماندو و. د دوي وژنې په تلويزيونونو کښي وښوول شوي او په نړۍ کښي پري ډير بحثونه پيل شول.
· د مې په مياشت کښي ١١٤ کلنه هالنډۍ ښځه چې ايګليشيه جورډن نوميده ، د عمر له پلوه د نړۍ تر ټولوزوړ او مشر انسان وبلل شو.
· د جون په مياشت کښي د امرېکي پخوانې ولسمشر رونالد ريګن د ٩٣ کالو په عمر ومړ. ريګن د ١٩٨١ کال نه تر ١٩٨٩ کاله د متحده ايالاتونو څلويښتم ولسمشر و.
· دجولاي په ١٧ نېټه د هند په يوه ښاري ښوونځې کښي اور لږيدلي و چې ٨٧ ماشومان په کښي مړه شوي و. ددغو ماشومانوعمر د شپږو او ديارلسو کالو په منځ کښي و.
· د اګست په ١٣ نېټه د اتن په ښارکښي داولمپيک نړيوالي لوبي پيل شوي او په ٢٩ نېټه پاي ته ورسيدلي.
· د سپتمبر په لومړۍ نېټه د روسيې په جنوبي ښار بيسلان کښي يو ښوونځې د لسګونو ساعتونو لپاره د چيچن ديو شمېر بېلتون غوښتونکو له خوا يرغمل ونيول شو او د يوي پوځي مخامختيا په ترڅ کښي ٣٣٤ تنه ووژل شول چې ډيري يې ماشومان و.
· داکتوبر په ٩ نېټه په افغانستان کښي د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ ټولټاکنې د خلکو په پراخ ګډون او بې مثاله شور او زوږ سره تر سره شوي. په ټولټاکنو کښي د افغان ښځوپراخ ګډون د ځانګړي يادونې وړ دي. د نومبر په درېمه نېټه د راي شمېرنې کميسيون په رسمې توګه اعلان وکړ چې د ټولو رايو پنځه پنځوس عشاريه څلور سلنې حامد کرزي ګټلي. او د اساسي قانون له مخې د هيواد جمهورريس بلل کيږي.
· د نومبر په ٢ نيټه د هالنډ په امستردام کښي هالنډی فلم جوړونکې تېيو فان ګوګ په رڼا ورځ په ګوليو وويشتل شو ، اود دې لپاره چې هغه ژوندې پاتې نه شي نو وژونکي هغه څو ځايه په چاړه هم وواهه . پوليسو وژونکی چې محمد ب نوم لري و نيوه. محمد ب يو مراکشی مسلمان ځوان دي چې په هالنډ کښي زېږيدلی عمريې ٢٦ کاله دی او هالنډي او مراکشي تابعيت لري. محمد ب د تېيو فان ګوګ د وژلو سبب اسلام ته سپکاوي او په يوه فلم کښي د يوې نجلۍ پر لڅ بدن باندي د قرآن دآيتونو ليکل ښودلي و . ددې پيښې سره سم په ټول هالنډ کښي د تروريزم سيورې خپور شواو په هالنډ کښي د اوسيدونکو مسلمانانو او هالنډيانو تر منځ د بې باوري فضا را منځ ته شوه.
· د نومبر په ١١ نېټه د فرانسې د پاريس د نظامی روغتون وياند اعلان وکړ چه د فلسطين ملی مشر ياسر عرفات د سهار په درو نيم بجو وفات شوچې عمر يی ٧٥ کاله و.
· د نومبر په ١٢ نېټه د افغانستان د پوهې او ادب ځلانده ستورې فاضل استاد علامه پوهاند رشاد د کابل په څلورسوه بيستريز روغتون کې خپله سپيڅلې اروا لوي خالق ته وسپارله .
· د دسمبر په ٢٦ نېټه د هندد سمندرپه اوبو کښي يوه سخته زلزلې پېښه شوه چې ټکانونه يې تر افريقا هم ورسيدل. خو زيات شدت يې په آسيايې برخه کښي و. د تر لاسه شوو مالوماتو له مخې تر اوسه په شپږوساحلي هيوادونو کې نژدې ٨٠٠٠٠ کسان مړه شوي اودغه شمېره ورځ په ورځه ډېريږي. دغه زلزلې په هند ، اندونيزيا ، مالديپ ، سرې لنکا ، ماليزيا او تايلينډ کې زياتې ويجاړۍ پېښي کړي او ستر انساني ناورېن يې را منځ ته کړى دى .
",٢٠٠٤ زېږديز کال ، او د نړۍ ځيني مهمي پېښي
628,,"
د هيواد ملي ، سياسي ، او ټولنيز شخصيت ښاغلی عبدالله خان مشهور په ( لعل اغا ) عصمت جبارخېل احمدزی د ١٣٨٣ ل کال د مرغومي ( جدي ) د مياشتي پر لومړۍ نېټۀ د ٨٢ کالو په عمر د ورپېښي ناروغۍ له کبله د المان د هنووَر په ښارکي د ورپېښي ناروغۍ له کبله ومړ .
ارواښاد جبارخېل صاحب په ١٣٠١ ل کال د ننګرهار ولايت په سرخرود کي زېږېدلی و .
نوموړي په هيواد کي پر ټولنيزو خدمتونو برسېره په بېلابېلو دورو کي د افغانستان په ملي شورا کي دغړي او د سرخرود ولسوالۍ د وکيل په توګه دنده ترسره کړې وه .
خدای بخښلي د خپل ژوند په ا وږدو کي د احمدزيو د قوم د احمد بابا د جرګې مشرتوب هم کړی دی .
خدای بخښلي جبارخېل د ژوند زياته برخه د هيواد اوهيوادوالو د سوکالۍ او سولي په لاره کښي وقف کړې وي .
د ارواښاد جبارخېل صاحب جنازه ننګرهار ولايت د سرخرود په ولسوالۍ کښي د هغوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل شوه .
( روح دي يې ښاد وي ) ",دملي شورا پخوانی وکيل عصمت جبارخېل ( لعل اغا ) ومړ
629,,"
",
630,بېنوا خپرنيزه څانګه,"
د رهين بيا ټاكل كېدل او د ليكوالو محاكمه
نن، د مرغومي لسمه نېټه ډاكټر اكرم خپلواك له پكتيا څخه د ټليفوني تماس په ترڅ كې صالح محمد صالح ته وويل چې د سيد مخدوم رهين له خوا جوړه شوې دوسيه يې محكمې ته تللې ده، دى بايد هلته حاضر شي. ډاكټر اكرم خپلواك هغه ځوان فرهنګيال دى، چې د ښاغلي صالح د توقيف پر مهال يې د ده ضمانت كړى و، ګنې څارنوالانو غوښتل چې صالح په بند كې وساتي.
د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين چې كله د كندهار په اړه جوړ شوي سيمينار ته تللى و ، نو هلته يوه ليكنه وېشل شوې وه، چې په ليكنه كې د وزير هغو كارونو ته اشاره شوې، چې په خواجه صفا زيارت سيمه كې يې كسان كيندنې كوي او تاريخي اثار غلا كوي.
وزير پر صالح شكمن شوى و، ځكه چې صالح دا ليكنه له انټرنټ څخه كاپي كړې وه، حال دا چې دا ليكنه د انټرنټ په بېلابېلو پاڼو كې خپره شوې وه.
كابل ته په رارسېدو سره وزير په ده پسې يوه دوسيه جوړه كړه او د كابل لويې څارنوالۍ ته يې وسپارله، چې لومړى يې دى د چنګاښ (سرطان) پر ۱۷ مه نېټه (چهارشنبه) چې د ۲۰۰۴ م كال د جولاى ۷ مه نېټه كېږي، وغوښت، له هغه څخه يې څېړنې وكړې، دويم ځل يې د چنګاښ پر ۲۱ مه نېټه وغوښت، چې بيا يې څېړنې ورڅخه وكړې، په ده پسې يې د زمري (اسد) پر لسمه نېټه محمدياره زنګ وواهه، چې بايد ځان راحاضر كړي، په دې وخت كې وسلوال كسان ورپسې ورغلل او محمديار قوماندانۍ ته وغوښتل شو، تر هغه وروسته كابل ته راغى او څېړنې ورڅخه وشوې، داسې ښكاري چې له هغه څخه يې هېڅ هم ترلاسه نه كړل، دا موضوع دغسې روانه وه.
د وږي (سنبلې) پر ۷ مې نېټې د كابل لويې څارنوالۍ بيا صالح ته زنګ وهلى و، چې بايد شخصاً له وزير سره وګوري، كله چې صالح سبا ته يې وزير ته ورغى، هغه ورڅخه غوښتي وو، چې بايد په يوه رسمي مكتوب كې وليكي، چې دا ليكنه ما كړې وه او زه رسماً بخښنه غواړم، خو صالح ورسره نه وه منلې، ځكه چې ويل يې: هغه ليكنه چې ما نه وي كړې، څنګه يې له كبله بخښنه وغواړم؟؟
وزير ورته ويلي وو: كه ته بخښنه نه غواړې، زه به هم خپلې پاليسۍ ته دوام وركړم، دغه راز يې نور ګواښونه هم ورته كړي وو.
اوس چې سيد مخدوم رهين يوځل بيا د وزارت پر څوكۍ هماغسې پاتې شو، نو دا موضوع يې بيا راپورته كړې او غواړي چې په دې توګه ځوان ليكوالان ووېروي او دا ثابته كړي، چې په افغانستان كې د ډيموكراسۍ او بيان د ازادۍ شعارونه يوازې يوې ژبې ته منحصر دي، دغه راز خپله كينه بيا راوپاروي او يوځل بيا له پښتنو سره خپله دښمني په ثبوت ورسوي.
په خپله سيد مخدوم رهين له امريكا څخه په خپرېدونكې (اميد) اوونيزه كې په لسګونو داسې ليكنې كړي، چې د افغانانو او افغانستان خلاف دي، خو څرګنده نه ده چې وزير به دغو ليكنو ته څه جواز لري؟
د نړۍ په بېلابېلو برخو كې پراته افغان فرهنګيان په دې توګه د خپلو حقوقو په رڼا كې د دې كار سخت مخالف دي، له ولسمشر كرزي څخه په ټينګه غوښتنه كوي، چې د دې سترې تربګنۍ مخه دې ونيسي، ځكه ولسمشر دعوه كوي، چې په دې هېواد كې د هرې ژبې اوسېدونكي د ژوند او خپلې ژبې ته د كار حق لري، خو بل پلو يې وزيران له خپل مقام او زور څخه په استفادې سره غواړي چې خپله كينه سړه كړي او خپلې تربګنۍ ته دوام وركړي.
",د رهين بيا ټاكل كېدل او د ليكوالو محاكمه
631,خالد هادي حيدري,"
ښاغلى رهين اوس څوك لري؟
(عبدالحميد مبارز، د رهين د پاليسۍ يو بل قرباني)
خالد هادي حيدري
نيويارک ، متحده ايالات
سيد مخدوم رهين يوازېنى وزير دى، چې اكثريت افغانان ورڅخه ناراضه دي او تل د هغه د بې كفايتۍ او مضرو پلانونو خبره كوي.
دا خبره ښاغلي كرزي ته هم څرګنده ده، ځكه چې په تېرو كلونو كې د اطلاعاتو او كلتور وزارت بې كفايتي ټولو ته څرګنده شوې ده، ان چې ځينوځوانو ليكوالو په خپله كرزي ته مخامخ د رهين د كارونو نيمګړتياوې يادې كړې دي، او د يوه ملي وزارت غوښتنه يې ورڅخه كړې وه، خو نه ده څرګنده چې دى بيا ولې د پخوا په شان د وزارت لپاره غوره څېره وګڼل شوه. ځكه ښاغلي رهين خپل ټول كارونه او هڅې يوې ژبې، يوه قام او يوه اړخ ته ځانګړې كړې دي، حال دا چې په دې هېواد كې ټول مېشت قامونه حق لري چې بايد ژبې ته يې كار وشي او دا د نوي اساسي قانون يوه ماده هم ده، چې په دې هېواد كې ټول مېشت قامونه حق لري، چې په خپله ژبه زده كړه وكړي او دولت ته دا مسووليت ورترغاړې دى، چې ټولو ژبو ته عملي كار وكړي.
كله چې ښاغلي سيد مخدوم رهين د وزارت د څوكۍ خپلولو لپاره له امريكا څخه تشريف راوړ، نو سم له لاسه يې خپل مرستيال رهنورد زرياب وټاكه، چې دا ښاغلى يې له فرانسې څخه راوغوښت، دا دواړه ښاغلي د افغان او افغانستان په وړاندې يو دريځ لري، د افغان پرځاى (شهروند) غوره ګڼي، رهنورد زرياب په يوه عامه غونډه كې وويل، چې دغه ښاغلي ته چا د اساسي قانون مسوده ورسپالې وه، چې ژبه يې ورسمه كړي، خو زرياب د ګيلې په ډول وويل چې ده د افغان پر ځاى (شهروند) تورى ليكلى و، چې وروسته افغان راغلى، دا ښاغلى خپه و، چې د ده فرمايش او غوښتنه ولې نه وه عملي شوې.
دغه راز په خپله رهين تر خپلې مشرۍ لاندې (شوراى شهروندان كابل) جوړ كړى، چې دكابل په هره ناحيه كې ورته دفترونه نيول شوي، له پټو او ښكاره كارونو يې څوك خبر نه دي، چې ايا ملي هدف لري او كه يوازې د وزير د تقويه كولو لپاره كار كوي؟
دغه راز وزير په تېر كال كې خپله ازموينه وركړه، چې په ډېرو وړو مسايلو يې ځينې ځوان ليكوالان څارنواليو ته ورمعرفي كړل او تل يې د بېځايه غچ اخيستنې شعارونه وركړي دي. لكه ښاغلي عبدالاحمد محمديار چې له كندهار څخه د وزير په امر د كابل لويې څارنوالۍ ته راوغوښتل شو، يا صالح محمد صالح چې درې ورځې ورڅخه تحقيقات روان وو، خو كله چې وزير ملامت و خوت، نو ځان يې غلى ونيو، هغه د يوه متل له مخې چې، شيخ فريده! پټه خوله دې بهتري ده، په دې برخه كې يې نه بخښنه وغوښته، نه يې مطبوعاتو ته ځواب درلود.
له يوې خوا د بيان د ازادۍ شعارونه وركوي، له بلې خوا په خپله د بيان د ازادۍ تر ټولو سخت دښمن دى، د ساري په توګه په انټرنټ كې په رهين پسې يوه ليكنه راغلې وه، چې ګواكې رهين د كابل په ځينو سيمو كې د خپلو اشخاصو له خوا كيندنې كوي او تاريخي اثار په پټه راباسي، بيا يې په پټه پلوري، خو ښاغلي رهين د دې پرځاى چې اصلي ليكوال پيدا كړي، پوښتنه ځنې وكړي، نور كسان يې څارنواليو ته ورمعرفي كړل او دوسيې يې پسې جوړې كړې.
دغه راز يې هوسۍ مجلې ته هم ستونزې پېښې كړې وې، غوښتل يې چې بنده يې كړي، خو كله چې د هوسۍ مجلې چلوونكو د راجسټر اسناد وروړاندې كړل، نو دې وزارت ورته پلمه كوله چې ولې په دې وروستيو كې راجسټر شوې، ولې پخوا نه ده راجسټر شوې، حال دا چې د مطبوعاتو قانون په هماغه مياشت كې توشېح شوى و، چې د هوسۍ چلوونكو هم د مطبوعاتو د قانون ټولې مادې منلې او پر ځان تطبيق كړې وې.
په دې وروستيو كې دې وزارت نوښت مجله هم بنه كړه، دوى پلمه كوي، چې دا مجله بشپړه سياسي ده، حال دا چې په كابل كې په سلګونو مجلې سياسي ليكنې خپروي، بله دا چې اوس خو د بيان ازادي او ډيموكراسي پلې شوې ده، بايد چې هره خپرونه دلته راشي، دولت بايد دېته وګوري، چې مجله د چا له خوا چاپېږي، دېته دې وګوري، چې څه په كې چاپېږي. بله دا چې رهين په خپل امر په كابل كې خيبر ټلويزيوني چينل بند كړى، چې ګواكې سياسي خبرې په كې راځي، بل پلو بيا پنځه- شپږ ايراني چينلونه خپرونې كوي، چې په هغوى كې هم د افغانستان په باب سياسي خبرې راځي، دلته بيا وزير هېڅ هم نه وايي.
د دې وزارت په اړه په ډېرو خپرونو كې ليكنې راغلي، كه راټولې شي، يو ستر كتاب به ورڅخه جوړ شي، خو له بده مرغه چې په دې برخه كې دولت خپل غوږونه كاڼه كړي دي.
د نښتر مجلې د درېيمې او څلورمې غبرګې ګڼې يوه ليكنه كې راغلي:
” دا بې پلانه، بې تصميمه او فرمايشي وزارت دى چې د يوې ښځې لپاره يې په تشکيل کې د هنرونو د معينيت څوکۍ زياته کړه، خو چې هغه لاړه نو په ټول هېواد کې بل داسې څوک نه شته چې پر ځاى يې معين مقرر شي نو ځکه د ورکې ورځې نه زرياب ته پاتې شوه“.
رښتيا هم دا فرمايشي او بې كيفيته وزارت ستر كار دا كړى، چې وزير يې خپلو هغو افغان او افغانستان ضدليكنو ته د عمل جامه ورواغوستله، چې له امريكا څخه په (اميد) نوې خپرېدونكې خپرونه كې يې ليكلې دي.
”دا هم د رهين هغه خنجر دى چې د دوستۍ په نوم يې د پښتنو په زړونو ټومبي، ځکه دى د اطلاعاتو او کلتور وزير دى د ده په وزارت کې بايد داسې کسان وي چې د خپل قوم او په مجموع کې د ټول افغان ملت نماينده ګي وکړي، داسې نه چې د ده د مرستيالانو ( معينانو ) په څېر تش په نوم پښتانه خو په پښتو خبرې هم نه شي کولاى، خبرې خو لاپريږده چې د دروازې پر سر د خپل دفتر نوم هم په پښتو نشي ليکلاى او په پاړسي يې ليکلي دي ( معين نشراتي، معين فرهنګي)“.
د دې وزارت په سلو كې ۸ كاركوونكي هم پښتانه نه دي، حال دا چې كارونه يې بايد د ټول افغانستان استازيتوب وكړي. د دې پرځاى چې يوه ملي ارګان او يوې ملي ټولنې ته كار وكړي، (شوراى شهروندان كابل) ته كارونه روان دي او وزير غواړي چې د خپلو ملاتړو كړۍ پراخه كړي.
په دې وروستيو كې خبر شوو، چې د دې وزارت مرستيال ښاغلي عبدالحميد مبارز له خپلې دندې استفا وركړه، ښاغلى مبارز په همدې روان لمريز كال كې د ټوپكوالو له خوا وګواښل شو، چې دا خبره مطبوعاتو ته هم راووتله. دى كه نور څه نه وي، دى د افغان ملت سپكاوى نه كوي او يو تكړه ليكوال دى، چې په افغاني كړيو كې ښه شهرت هم لري.
نوموړي هر وخت يادونه كوله، چې په دې وزارت كې له رهين سره نه دى جوړ، د هغه له زياتو نظرونو او پاليسۍ سره نه دى جوړ، خو بيا هم داسې ښكاري چې رهين به په دې نوې څوكۍ كې بيا خپلې تېرې پاليسۍ ته دوام وركړي او د ستر اكثريت پر حق به خېټه واچوي.
په دې وزارت كې جوړښت سترې نيمګړتياوې لري، هغه خپرونې چې په دې وزارت كې راجسټر دي، اكثريت يې د ملي ګټو خلاف ليكنې كوي، له افغاني او ملي ټرمينالوژۍ څخه سرغړونه كوي، چې دا د دې وزارت كار و، بايد چې مخه يې نيولې واى، نه يوازې يې مخه نه نيسي، بلكې وزارت هم د ايرانۍ ټرمينالوژۍ دودولو ته ملا تړلې، چې دغه كار يې ټول ملت ته څرګند دى، بېلګې يې په دولتي خپرونو كې هم ليدلاى شو.
ښاغلى رهين او د ټلويزيون پخوانى رئيس حضرتي، د محمد ظاهرشاه ډالۍ دي، چې ملت ته يې وړاندې كړي دي، ځكه چې دوى دواړه د مصلحت له مخې پر دغو څوكيو ګمارل شوي، چې هېڅ ډول لياقت په پام كې نه دى نيول شوى. نو ځكه به ښاغلى رهين پر ځان ډاډمن وي، چې د راروانو پنځو كلونو لپاره به پر دې ملت واكمني كوي او خپلې ځانګړې پاليسۍ ته به دوام وركوي.
خو افغان ليكوال او فرهنګيان چې اكثريت يې له ښاغلي رهين څخه خوابدي دي او دى نه غواړي، اوس له ملګرو ملتونو څخه په كلكه غوښتنه كوي، چې تر ټولو ستره نيمګړتيا په اوسني وزير كې ده، چې د ملت يوه ستره كتله د ده مخالفه ده، دى ټولو ژبو ته حق نه وركوي، ټول مطبوعات، وزارت او نور امكانات يې يوې ژبې ته ځانګړي كړي دي.
ښـاغلي رهين هغه وخت خپله تګلاره نوره هم جوته كړه، چې (د كمكيانو انيس) خپرونې نوم يې په (انيس كودك واړاوه) حال دا چې دا خپرونه له پيل په (د كمكيانوانيس) نوم سره خپرېده.
د راډيو ټلويزيون د ټولو خپرونو نومونه يې واړول، اوس يوه خپرونه هم سوچه پښتو نوم نه لري، ځينې نومونه يوازې پښتو ته راژباړل شوي دي، په ټلويزيون كې ايراني فلمونه، سريالونه او سندرې يوه غټه فيصدي جوړوي، چې په راډيوګانو كې هم دا اصل محسوس دى. حال دا چې دغه كار زموږ د اصيل افغاني كلتور پر هويت سيورى اچولى او موږ يې ژغورنه غواړو.
ښاغلي رهين ته د كرزي له خوا د سيد جمال الدين افغان افتخاري نښان په دې نوم وركړل شو، چې ډېر فرهنګي خدمتونه يې كړي دي، خو موږ حيران يو، چې كوم خدمتونه؟؟؟ ښاغلى كرزى دې مهرباني وكړي، يوځل دې خپل ولس ته مراجعه وكړي، نه يوازې په كابل، بلكې په اكثرو ولايتونو كې دې د رهين په باب پوښتنې وكړي، چې څومره كسان ورڅخه خوښ دي؟
د نورو ژبو تر منځ ستر توپير كوي، مثلاً كله چې د ده كوم دوست مري، د هغه لپاره سترې غونډې او سيمينارونه جوړېږي، كتابونه ورته چاپوي، د هغه په اړه په خپله وزير ليكنې كوي، خو كه علامه پوهاند اكاډميسين استاد عبدالشكور رشاد مري، چې ټول فرهنګيان يې په غم كې وينې ژاړي، اوسنى وزارت يې په كيسه كې هم نه كېږي، جنازه له كابل څخه كندهار ته وړل كېږي، د دې وزارت يو عادي مامور هم نه ورسره ځي، چې دغه كار د ملت پر زړه يو ستر داغ پرېښود، دغه كار يې يو ستر ثبوت دى، چې وزارت يې پر مړينه ځان ناګاره اچولى دى، يا هم ورباندې خوښ شوى و، چې داسې توپيري چلند يې ورسره وكړ.
دغه وزارت د پښتو خپرونو د ثبت او راجسټر پر وخت ستونزې پېښوي، كله چې ښاغلي محمديار غوښتل چې ښكلا مجله راجسټر كړي، په اړونده شعبه كې ورته كاركوونكو ستونزې پېښولې، يوه او بله پلمه يې كوله، كله چې موضوع وڅېړل شوه، يوه كاركوونكي وويل، چې وزير امر كړى، چې د محمديار چينل ته دې مجلې نه راجسټر كېږي، حال دا چې دا وزارت په دې برخه كې هېڅ ډول حق هم نه لري، ځكه چې ټولو ته بايد په يوه سترګه وګوري. بله دا چې د وزير شخصي دښمني به له پښتو او پښتنو سره وي، په دې دښمنۍ كې حق نه لري، چې قانون تر پښو لاندې كړي.
موږ د قانون د هرې مادې درناوىكوو، منو يې او پلي كول يې غواړو، د ډيموكراسۍ په رڼا كې د خپلو حقونو اعاده غواړو، دغه راز له ښاغلي عبدالحميد مبارز سره هم خپله خواخوږي څرګندوو، چې په ډېر درنښت سره يې خپله استعفا وړاندې كړه. چې ښاغلى مبارز د ښاغلي رهين وروستى قرباني و. ",ښاغلى رهين اوس څوك لري؟
632,,"
د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومي ١٠
کابل : د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتر څخه په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې راغلي دي چې د هند په سمندر کې تر زلزلې وروسته پېښ شوي ناورين ته په پام سره به د افغانستان بيرغ د مرغومي له ١٢ مې نېټې چې د جنوري لومړۍ نېټه کيږي تر درو ورځو نيم ځوړند وي .
افغان ولسمشر حامد کرزي په دغۀ بيان کې له ټولو هغو هيوادونو او کورنيو سره د خپلو هيوادوالو له اړخه خواخوږي ښوولې ده چې په دغې زلزلې کې ځپل شوي او خورا لوى زيان يې ليدلى دى .
د دسمبر په ٢٦ مه نېټه د اندونيزيا يوۀ ټاپو ته نژدې په سمندر کې د شوې زلزلې له امله توغياني شوي سمندري څپو په لسو اسيايي او يوۀ افريقايي هيواد کې نژدې ٩٠ زره انسانان وژلي چې دغه شمېره لا هم پسې مخ په پورته کيدو ده .
",د اسيا د زلزله ځپلو لپاره به افغان بيرغ نيم ځوړند وي
633,محمد زيب منتظر,"
وطن
دا وطن زمونږه تن دی
تن مو ځا ر تر دى وطن دی
ده کې موږ خپوړې کړې
دا مو کوردا مو مد فن دی
تل تور مخئ او سرټيټي
تښتيدلی يې دښمن دی
په خاطر د ازادئ يې
موږ منلی ګور، کفن دی
دجنت تر شنوباغو يې
ښکلی د ښت، کوه او دامن دی
دا وطن د پښتنو دی
د غيرت او ننګ مخزن دی
26/3/1989
تاشکند- ازبکستان ",دا وطن د پښتنو دی
634,محمد اياز _ خوست,"
ښاغلی محمد اياز د تخنيک اکاډمی څخه فارغ او په عربى اماراتو ابوظبى کې په يوه شرکت د تخنيکي ورکشاپ مسؤل و ، اوس د افغانستان د خوست ولايت ستون شوی او هلته اوسيږي .
د ١٩٨٥ کال څخه را په ديخوا يې د يوى داسې بې مصرفه توليدي بريښنا د کشف لپاره چې نفتو، غازو، لمر، هوا او روانو اوبو ته هيڅ ضرورت ونه لري خپله لومړى پدى کار باندى ما زياتې تجربې کړي دي .
ښاغلي محمد اياز بېنوا خپرنيزي څانګي ته په راليږل شوي ليک کي د خپل کار په اړه داسي ليکلي دي .
١_ لومړى تجربه مې په کال ١٩٨٦ کې وکړه چې ١٠ فيصد کاميابه شوه په عربى اماراتو کې په ورکشاپ کې.
٢_ دوهمه تجربه مې په کال ١٩٩٢ کې وکړه ٢٠ فيصده کاميابه شوه په عربى اماراتو کې په ورکشاپ کې.
٣_ دريمه تجربه مې په کال ١٩٩٨ کې وکړه ٣٠ فيصده کاميابه شوه په عربى اماراتو کې په ورکشاپ کې
٤_ څلورمه تجربه مې په کال ٢٠٠٠ کې وکړه ٥٠ فيصده کاميابه شوه دغه تجربه مې په خپل کور کې وکړه.
٥_ پنځمه تجربه مې په خپل کور کې په کال ١٠-٩-٢٠٠٤ کې وکړه چې ١٠٠ فيصده کاميابه شوه.
وروستۍ تجربه مي په خپل کور کې د يوې کوچنى نمايشى دستګاه په واسطه تر سره کړه . تجربه نه دا چې ١٠٠ فيصده بريالى شو. بلکې د بى مصرفه بريښنا د توليد په تخنيک کې به د يوه بى سارى او ګټور بدلون را مينځته کيدو ته لاره خلاصه کړه دغه خوصوصيات د بى مصرفه بريښنا د توليد دستګاه په لاندى ډول خصوصيات لري.
١_ د دستګاه د جوړه ولو ټول مصارف (١٥٠٠٠٠٠) افغانۍ کيږى .
٢_ نفتو، غازو، هوا، لمر، او روانو اوبو ته هيڅ ضرورت نه لري .
٣_ د ستګاه سلو کورونو ته د ضرورت په اندازه د بريښنا توليد توان لري .
٤_ دستګاه (١٠٠٠) جريبه للمى ځمکې د ابى کيدو توان لري .
٥_ دستګاه د افغانستان په هر کنج او کنار کې د جوړيدو امکان لري .
٦_ که چيرى دستګاه په مناسب مصرف سره جوړه شي لويو ښارونو ته د بريښنا د توليد او هر ډول اړتيا د پوره کيدو توان لري .
٧_ دستګاه وروسته له جوړيدو څخه په لږ تخنيکي بدلون څو چنده د بريښنا توليد زياتولاى شى .
٨_ که چيرى د دستګاه لپاره هر څه اماده وي په څلورو ساعتونو کې بسته کيداى او د بريښنا د توليد لپاره اماده کيداى شي .
زما د ژوند يوازينى هيله او ارمان د بې مصرفه بريښنا توليد ته لاره خلاصول و، ما له ١٩٨٥ کال راهيسى تر نن پورى د سختو اقتصادى مشکلاتو ډول ډول خطراتو سره سره کوششونه وکړل تر څو راته ګرانو افغانانو لپاره او هم د ټول بشريت لپاره او هم راتلونکى نسلونو لپاره د خدمت سبب وګرځم دا چې نن ورځ زما يوازينى ارمان، زما افتخارات او زما د کلونو کلونو زخمتونه حتى زما ژوندنوموړي د ستګاه ته د پېسود نشتوالۍ له امله د خطر سر مخامخ ده .
که چيري تاسو زما سره د دې دستګا د جوړولو او د هغې د ماليې تحويلولو په برخه کښي مرسته کولای شئ دا به مو زما سره غټه همکاري او مهرباني وي .
يادونه : هڅه کوو د ښاغلي برېښناپوه انجنير محمد اياز سره په خوست کي اړيکي ټينګي کړو .
بېنوا ويبپاڼه به ژر د نوموړي کار په اړه وروستي مالومات او پته خپاره کړي . ",افغان برېښنا پوه _ د وړيا توليدي برېښناکشف
635,,"
د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو له مخي د اندونيزياد سمانتراټاپو ته څېرمه د سمندر په زړه کي دشوي زوروري زلزلې له کبله په يو ستر بشري ناورين کي د وژل شوي کسانو شمېره 125000کسانو ته رسيږي او دا شمېره ورځ په ورځ زياتيږي
دسمندرد طغياني څپوله امله اندونيزيا، سريلانکا، هند او ټايلنډ ته تر ټولو ډير زيات بشري تاوان اوښتی دی .
دې زلزلې چي د ريختر په کچه 8.9 اټکل شوې په اسيا او افريقاکي نږدې 12 هيوادو ته ستر مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي
اندونيزيا لمړی هيواد دی چي د وژل شوي کسانو شمېر ئې تر 81900 کسانو اوښتی دي
ورپسې سريلانکا ده چي د وژل شوي کسانو شمېر ئې تر 26500 کسانو اوښتی ،هند په دريم کتار کي دی چي د بشري ناورين شمېره ئې تر 8000 کسانو پوري رسيږي ،ورپسې تايلنډ دی چي وژل شوي اتباع ئې 2600 کسان دي ،همدارنګه په سوماليا کي 124 کسان ، په برما کي 97 کسان ،په مالديپ کي 69 کسان ،په مالزيا کي 65 کسان ، په تنزانيا کي 10 کسان ، په بنګلديش کي 3 کسان او په کينيا کي 1 کس وژل شوی دی
ديادوني وړ ده چي په دې ناوري کي په زرګونو غربي سېلانيان هم لادرکه دي او په لسګونو وژل شوي دي چي د هغه جملې څخه د امريکا ، جرمني ، سويډن ،برتانيا، فرانسې ، ناروې، ايټاليا ، سويس او اسټرليا اتباع شامل دي
د امريکا د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړي چي په ناورين ځپلو سيمو کي د امريکا څه کم 14 کسان وژل شوي او څه دپاسه 3000 اتباع لادرکه دي جرمني او سويډن هم د سلګونو اتباعو د ورکيدو خبر ورکړی دی
ملګري ملتونه وايي د ناورين ځپلو سره د عاجلو مرستوبهير څمره چي ښاېې همره ګړندی نه دی او لا زياتو مرستو ته اړتيا شته ، تر اوسه ملګرو ملتونو د 561 مليونو ډالرو مرستي د بيلابيلو هيوادو څخه تر لاسه کړي دي چي زياته برخه ئې نړيوال بانک ورکړې ده ",په اسيا کي د سمندري زلزلې له امله د وژل شوو کسانو شمېر 125000ته رسېدلی دی
636,,"
د ١٣٨٣ مرغومي ١١
کابل : افغان ولسمشر حامد کرزي امنه افضلي د ځوانانو د وزيرې په توګه نومولې ده . دا په دې ډول د افغانستان د کابينې دريمه ښځينه وزيره شوه .
اغلې افضلي په پيل کې د ځوانانو د چارو لپاره د ولسمشر د ځانګړې سلاکارې په توګه نومول شوې وه . خو د ولسمشر کرزي وياند اوس وايي چې اغلې افضلي ته د دغۀ وزارت د ترتيبولو او جوړولو چارې سپارل شوې وې .
دغه چارې ترسره شوي او ولسمشر دا د وزيرې په توګه نومولې ده . اغلې افضلي په دې ډول د کابينې ٢٨ مه غړې شوه .
په کابل کې ځينې په دې باور دي چې دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې په کابينې کې درې ښځې ځای شوي دي .
په يوې بلې پرمختيا کې فاطمه ګيلاني د سرې مياشتې ريسه ټاکل شوې ده .
دغه راز ولسمشر کرزي ډاکټر رنګين سپنتا د بهرنيو اړيکو په برخه کې خپل سلاکار نومولی دی . ښاغلی سپنتا په يو شمير راديويي بحثونو کې د ښاغلي کرزي پر نوي حکومت نيوکې لرلې او ويل چې ګواکې د دوی په وينا يوۀ قوم ته ډيره ونډه ورکړل شوې ده .
",د کابينې بله غړې زياته شوه
637,,"
د ١٣٨٣ کال د مرغومي ١١
کابل : د فرانسې د دفاع وزيره Michele Alliot-Marie د افغانستان پلازمېنې کابل ته رسيدلې او غواړي چې د نوي ميلادي کال لمانځنې په دغۀ هيواد کې له فرانسوي سرتيرو سره وکړي .
په افغانستان کې ١١٠٠ فرانسوي سرتيري شته چې د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو تر قوماندې لاندې د امنيت په ټينگولو کې مرسته کوي .
پرون کابل ته له رارسيدو سملاسي وروسته ميرمن ميرې کندهار ته لاړه . هورې د فرانسې ٢٠٠ سرتيري ځاى پر ځاى دي .
د نوي کال د لمانځنې لپاره دا بيرته په کابل کې ده چې دغلته له ٩٠٠ فرانسوي سرتيرو سره لمانځنې وکړي . دا به په کابل کې له افغان چارواکو سره هم وويني .
",د فرانسې د دفاع وزيره نوى کال په افغانستان کې لمانځي.
638,,"
",
639,,"
د ١٣٨٣ کال د مرغومي ١٢
کابل :
د بېنوا وېبپاڼه خپلو کتونکو ته د نوي ميلادي کال ٢٠٠٥ مبارکي وايي .
موږ په هيله يوو چې دغه کال ټولو نړيوالو او په تېره افغانانو ته د سوکالۍ ، نيکمرغۍ او سولې زيري ولري . ",٢٠٠٥ زېږنده کال مو نيکمرغه سه
640,پوهاند ډاکټر عبدالحی نظيفي _ اطريش ( استريا ),"
پوهاند ډاکټر عبدالحی نظيفي
زه د نورو سره د جلا آباد نه پيښور خواته روان وم په بس کې د هر چا څيره نيولې او په مخ کې يې د غم او خفګان نښې په ډاګه معلوميدې او په ښکاره معلوميدل چی زياتره دبدې ورځې پاکستان ته ځي او غواړي چی لږترلږه څوورځې د ډزو،بيوسۍاوبی پردې والي د پاکستان په نم جنواو تنګو کوڅوکې تيرې کړي .په دې جمله کی يوه نوې ناوې هم وه چي د خپلې کورنۍ او ميړه سره پاکستان ته تلله . ما د دوی نه پوښتنه وکړه چی تاسو راته يو څه نابلده او وراخطا ښکارئ د کوم ځای نه راغلی يئ ؟ هغه چی نوی واده يې کړی و او دژوند خوږو ته په تمه و او راتلونکی ژوند يې د نن نه وروسته په کړاوونوکی ليده په ځواب کې وويل چی زمونږ کور په کابل کی و اود د واده په شپه زمونږ په کور راکټ راپريوت چې زما او زما د ميرمنې ارمانونو ډک ژوند د غمواو سرګردانيوسره شروع شو.
زما زړه هم ډير نری شوخو خپل زړه مې راټينګ کړ او خبرو ته مې داسې دوام ورکړ چی غم او ښادي د يوې سکې دوه مخونه دي،د واده ورځ هم دنورو ورځو غوندې يوه ورځ ده،که غم نه وای ښادي به نه وای او که ښادي نه وای نو غم به هم نه وای او په دې ډول ما غوښتل چی دوی ته ډاډګيرنه او تسلي ورکړم او دوی به هغه په غم بدل شوی د خوشالۍ د محفل بېلي بېلي صحنې بيانيولې او ما غوښتل چی د دوی پام د ژوند بلې خواته راواړوم او د دوی د مخی هغه د ډاره ډکه فضا بلې خواته شي او دوی ته د راتلونکی په باب يو څه د ډاډ او اطمينان خبرې وکړم خو زما زړه هم د دوی غوندی شين او کوم خاصه اميدواري مې نه درلودله .
په هم دې ډول زمونږ بس د تورخم خواته نژدې کيده او زما زړه د وطن نه د بيلودلو په اثر د دوی نه د خفګان خواته روان و او دا به زړه ته راتلل چی دوی به هم زما غوندی د وطن د کاڼو او بوټو د ليدلو په ارمان شي او هغه څوک چی کاڼي او بوټي يې په مونږ دوزخ ګرځولی وپيژني . ما په داسې حال کې چی خپل فکرونه مې بل ځای و دوی ته می داسې خبري کولې چی ګوندی پام يې بدل شي او ددې غمجن حال نه يې پام بل خوا شي ،تورخم ته ورسيدو په تورخم کې هر چا کوښښ کاوه چی خپل ورسره کالي د ځانه سره واخلي اودتورخم د تش په نامه سرحد نه چې د يوبدن په منځ تيره شوې ليکه ده تير شي .
ما هم دا کار وکړ او ګورم چی دروازه بنده او څوک نه پريږدي،د پاکستان رشوت خواره پوليس چی په دنيا کې نوم لري ولاړ وو نه يې د چا خبرې ته غوږ نيوه او نه يې څوک پريښودل هر چا کوشش کاوه چی يو څه پيسې په خوله کې ورواچوي او ځان هغې بلې خواته تير کړي يو څوټګان هلته او دلته په کونجو کې ولاړ وو اوخلک به يې هڅول چی دوی به په موټر کې په غيره لار بوزي خو دسړي په سر يې دوه سوه روپۍ اخيستلې چی دا يو بيوزله مهاجر دپاره ډيرې دي .
برسيره پر دې به يې خلک د شلمان په لاريو يو څه په موټر کې بيول او نور به يې په نيمايي لار کې خوشې کول او ورته به يې داسې ويل چی اوس نيم ساعت لار پاتی ده حال دا چی د درې ساعتونو ډيره پياده لار لا پاتې کيدله د مړې او واده والا نه خو به يې هډو دوچنده درې چنده روپۍ غوښتلی د کوچنيانو، مريضانو او ښځو حال خو څښتن تعالی ته معلوم و . دې ټګانو د خلکو مجبوريت ته کتل او خپل مردار نس به يې ډکاوه او په تيره خو هغه تنکۍ ناوې چی د پښو نکريزې يې د شلمان په غرو کی پاته شوې زما د زړه نه وځي او هر وخت راپه ياديږي ظلم په هر نوم چی وي ظلم دی . او دظلم نه ځان خلاصول اسلامي او افغاني دنده ده چی په ګډه سره د ظلم په مقابل کی ودريږو چه زمونږ پيغلې ،نجونې ناوې ، زړې او ځوانې ددې تکليفو او عفتۍ نه خلاصې شي . په غربي نړۍ سرحدونه ورکيږي او په افغانانو دروازې بنديږي او هر څوک په دې هڅه کي دي چي زمونږ په زخمونو مالګه و دوړوي .
نو راځئ چی د يو څو پلورلو عناصرو لاس لنډ او د هغوی په رسوا کولو کی هاند وکړو او د ګران افغانستان ناوې چی په ټولو رښتيانيو افغانانو يې ساتنه او پالنه حتمي ده ،دا ناوې چی ښايست يې د هر چا زړه وړی او د لاجوردو رڼا نه يې اسمان د لاجوردو په رنګ ښکاري ،د ياقوتو سرې رڼا يې د ځوان او زوړ زړه وړی زمردونه يې ټولو نباتاتو شين ښکلی رنګ اخيستی او دا ناوې يې ښايسته کړی او ارغوان يې داسې عطر شيندي چي ساری يي نه شته او د پاريس مصنوعي عطر ورته نه شي رسيدلی ددې ناوې په ميز د هرات سل ډوله انګور د قندهار انار چی هره دانه يې د لعل حيثيت لري او د بغلان او لغمان د وريژو نه يي ښه خواراکونه، د موريو او نورو ښکلو غاليو نه يې غولی فرش دی او په غوجل کې يې د بزکشۍ بی ساري اسونه ولاړ دي په انګړ کې يې داسې سيندونه بهيږي چي آيشارو نهاو جړوبي يې مړي ژوندي کوي ،خربوزې او بادامو ته يې حتی د حشراتو زړه په ګوګل کې نه پاته کيږي او حملې پرې کوي، د پسرلي په مياشتو د خوشبويه ګلانو او ميوو د خوند او عطرونه يی افسانې جوړې چی د ژمي په اوږدو شپو کی ويل کيږي چی د صفت د پاره يې د اوړي شپې لنډې دي .
نو ای غيرتي افغانانو ! دا دوطن ناوې بې عزتۍ او بې حرمتی ته مه پريږدئ ددي ناوي بی عزتي زمونږ بی عزتي او بې آبرو بي ده .بايد تر هر څه لمړی د وطن د ناوې او پسول درناوی وکړای شي .
",نــــــــــاوکـــــــــۍ
641,,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٢
کابل : د افغانستان د استخباراتو چارواکيو په پلازمېنه کې خبريالانو ته وويل چې دوى په دغۀ ښار کې د دوو پخوانيو چاودنو په تړاو دوه کسان نيولي دي .
په دغو نيول شويو کسانو کې يو تن د گاونډي هيواد تاجکستان استوگن دى چې ظاهرآ يې په پېښور کې د القاعدې د يوۀ غړي په همکارۍ د کابل په نوي ښار کې د ٢٠٠٤ کال د اگست په ٢٩ مه لويه چاودنه وکړه .
په هغې چاودنې کې نهه کسان وژل شوي و . ",په کابل کې د چاودنو په تور د تاجکستان يو استوگن نيول شوى
642,,"
په نيويارك كې د ارواښاد علامه استاد رشادبابا په ياد غونډه كيږي
د امريكا په نيويارك ښار كې د ارواښاد علامه اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد بابا په ياد د قران كريم د ختم تر څنګ د يوې پرتمينې غونډې تابيا شوې ده، چې ورته د امريكا او شا و خوا سيمو څخه افغان فرهنګيان راځي.
ټاكل شوې ده چې دا ختم د روان ميلادي كال د جنورۍ پر۸ مه، چې د ۱۳۸۳ل كال د مرغومي پر ۱۲ مه نېټه وشي ، چې تر ختم وروسته به يوه پرتمينه غونډه وشي او د استاد په ياد به ليكل شوي شعرونه، ليكني او څېړنې ولوستل شي، د دې غونډې لګښت او نوښت ديو فرهنګ پال افغان او د رشاد بابا يو خواخوږي تور جان بوستاني (لوي اغا) پرغاړه اخيستى دى.
په غونډه كې به ښاغلي عبدالباري جهاني،محمدمعصوم هوتك ، عبدالطيف جان بابی ، ډاکټر عبدالحی نيازي ، حافظ کرزی ، حداد صاحب ، ډاکټر رحيم عزيز ، ډاکټر احمد شاه احمد زی ، عبدالقادر هوتک ، حبيب مايار وردګ ، سيد حسن پاچا ، عبدالکريم حليمي او نورې مشهورې څېرې ګډون كوي.
د غرمنۍ تابيا هم شوې ده.
د ټول اروپا مېشت او اسيا مېشت افغان ليکوالو څخه هيله کيږي که چيري د همدې غونډي لپاره خپلي مقالې يا پيغامونه راليږل غواړي نو د بينوا ويب پاڼي د اړيکو پر پته دي راوليږي
يادونه : د مراسيمو پيل د سيميز وخت د غرمې پر يوه بجه ټاکل شوی دی او د تالار پته په لاندي ډول ده :
World Fair Marina Rstrnt: 1 Worlds Fair Marina Flushing, NY 11368
Tele No : 718-898-1200
دمعلوماتو لپاره د بېنوا ويب پاڼي د اړيکو په پاڼه کي د ټيلفون پر شمېرو په تماس کښي شی
",په نيويارک کي د رشاد بابا غونډي ته بلنه
643,,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٣
کابل : له کندهار څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې په کوټه کې پاکستاني چارواکو ٢٥ تنه افغان حاجيان نيولي دي .
دوى په دې تور نيول شوي دي چې پاکستاني پاسپورټونه ورسره و .
افغان حاجيان وايي پاکستانيانو دوى ته بلنه ورکړې وه چې د دوى له خاورې حج ته ولاړ شي .
حاجيان وايي دوى ته ويل شوي و چې د پيسو په بدل کې به يې ټول اسناد چمتو وي .
يو شمېر هغه افغانان چې په خليج کې کار روزگار کوي د افغان پاسپورټ د لنډې مودې او د گرانې بيې له امله اړ شوي چې پاکستاني پاسپورټونه په ناقانونه توگه د پيسو په بدل کې ترلاسه کړي .
په دې وروستيو کې همدې ستونزې ته په پام سره د پاسپورټونو لپاره د افغانستان مسوولې ادارې د افغان پاسپورټ موده پنځه کالو ته اوږده کړې ده او وايي لگښت به يې د يوۀ کلنې مودې هومره وي چې له هيواده دباندې ١٠٤ امريکايي ډالره ده .
",پاکستان ٢٥ افغان حاجيان نيولي دي
644,ډيوه,"
سبا ( يکشنبه ) د مرغومي په ١٣ او د جنورۍ په دوهمه نېټه په لندن کې د ارواښاد علامه رشاد په ياد د ليکوالانو ، شاعرانو او د ارواښاد د شاگردانو يوه غونډه کيدونکې ده .
د لندن په لويديځ کې ترسره کيدونکې دغه غونډه د هغې ادبي کړۍ يوه بله ناسته ده چې په تېرو څو کلونو کې يې د افغانستان د ادب ځينې وتلې څيرې په پرله پسې توگه يادې کړي دي ",لندن کې ياد غونډه
645,حکمت الله حکمت _ سويډن,"
افغا نان ملي پخلا یني ته اړتیا لري نه غچ ا خیستني ته !
حکمت الله حکمت _ مالمو سویډن
٢٩_ نومبر _ ٢٠٠٤
پدې کي هیڅ شک نه شته چی افغانان د نړۍ د ډیرو زوریدلو ملتونو دجملې نه دي چي ددرو ورستیو لسیزو په اوږدو کي يې د سرو لښکرو دظلمونو ، د گا و نډیو هیوادو د دښمنانه سیاستونو ، دسړې جگړې د کش ماکشونو او بیا په پردیو پوري دتړلو کیڼ اړخه او ښی اړخو کورنیو گوندونو او ډلو ظلمونو گا للی دی او اوس يې هم گالی.
دنورو تر څنگ دې غمیزي دوه لوی علتونه درلودل چي یو يې کورنی او بل يې بهرنی وو :
بهرنی علت _ زموږ هیواد دخپل جیو پولیتیک موقیعت له مخې تل د لویو قدرتونو د پام وړ و . د همدې کبله وه چی سړه جگړه چې د بر لین ددیوال په جوړیدو شروع شوي وه زموږ په هیواد کي د پخواني شوروي د لښکرو په گونډه کیدوه سره سر ته ورسیده . پدې تو گه سړه جگړه ختمه شوه ولي زموږهیواد لا تر اوسه دنړیوالو د پامه ندی غورځیدلی.
کورنی علت_ دسیاسی گوندونو هغه غلط سیاست چی د بهرنیانو پر لاس جوړیدی او بیا زموږ په هیواد کې د کیڼو او ښیو افراطی گوندونو په سلسله دپر دیو د گټو دساتلو لپاره د ایدیولوژي او یا مذهب تر نامه لاندي عملي کیدی . دغه ډلو د هیواد په دننه او بهر کی ما تی خوړلی خوهره یوه ئ په ټولنه کی د پام وړ نفوذ لری چی په کار نده دپامه وغورځول شي ځکه د هغوی بیا استعمال د پردو په لاس ممکن کار دی.
په پورتنیو دواړو علتو کي د افغان رول د عمل داجرا کونکي په توگه څرگنده دی.
اوس دا پوښتنه را پیدا کیږي چي ولي موږ افغانانو دخپل ټاټوبي سره ددومره میني سره سره بیا هم ورسره دومره جفاوي کړیدي؟
زه ددې پوښتنی جواب داسې څرګندوم .
موږ افغانان تر ځان دنورو سره ډیره مینه لرو ، تر خپل مورني خواږه هیواد دبل هیواد سره دمذهبي ، قومي ،ژبني ، ایدیولوژیکي او یا بل پیوند پر اساس ډیره خواخوږي لرو.
پورتنیو علتونو موږ افغانان په خپلو کي نه یواځي ویشلي یو بلکي یودبل په وړاندي يې دښمنان کړي هم یو.
ددې ټولو نا خوالو سره سره موږ افغانان ملي یووالی او ملي پخلایني ته په اوسنی وخت کی تر بل هر وخت زیاته اړتیا لرو. ددې اړتیا دپوره کولو لپاره باید موږ لاندي ټکي د ملي پخلایني او ملي یوالي د بیا را منځ ته کیدو لپاره د افغاني ملي نورمونو په توگه ومنو او پر ځان يې عملي کړو:
دپردو سره دوستانه خو د افغان سره د ورورۍ داړیکو غوره کول .،
دپردو گټوته درناوی خو خپل د هیواد گټو ته د لمړیتوب حق ورکول.،
یو بل ته د تیرو نا خوالو نه تیریدل او بخښنه خو دنورو مخ نیوی کول.،
د خپل منځي کشما کشونو حل په افغا نی چوکاټ کي نه د بهرنیانو په لاس.،
د ولس له خوا د ټا کل شوي ولسمشر او د هغه دراتلونکي حکومت سره دهیواد په بیا ودانولوکي گټوره ونډه اخیستل نه د تخریب کونکي سیاسي مخالف موضع غوره کول.
زما دا وړاندیزتاسو ته دیو افغان ورور په توگه دی نه دیو نصیحت کونکی په توگه، ځکه نو دگرانو مشرانو افغاني وروڼو او خوندو نه د بخښني په غوښتلو سره خپله لیکنه پای ته رسوم!
څنګه چي داليکنه بېنوا خپرنيزي څانګي ته ارواښاد علامه رشاد بابا دوياړ څخه د ډک ژوند په وروستۍ شپه رسيدلې وه ، خپرول يې د ارواښاد استاد د غم او وير د ماتم په مناسبت وځنډيدل ، هيله ده ښاغلی ليکوال مو عذر ومني . په درناوي : ",افغانان ملي پخلايني ته اړتيا لري . . . . !
646,محمد زيب ( منتظر مسيد) کندهار,"
يوارمان
د نارام زړګي مې بيا ارام ميـــــــــــــــنده شو
چې مې يار راغی تر څنــــــګه مې ويده شو
می دمينې يې د شونډو جـــــــــــام کې راکړ
پرهارو لره درمـــــــــــــــــــــل زما د زړه شو
انديښنې،غم او خــــــــــپګان راځينې لاړل
خوشالي کړلاس را اوږد ، وچ مې ليمه شو
د رقيب خوله يې ورډکه کړه له خـــــــــــاورو
جوړپه کور يې وير،ماتم شو ،څومره ښه شو
هرخزان پسې پــــــــــــــــــــــسرلی راځي وګړو
هرچې غم ته شو تســـــــليم ،څومره ساده شو
منتظربه نورشکوه له ژونـــــــــــــــــــده څه کا
يو ارمان يــــــــــــــې و په زړه کې چې پوره شو
١٣٦٩_٢_١٧
کابل
",جوړپه کور يې وير،ماتم شو .....
647,محمد زيب منتظر مسيد ( کندهار ),"
مرور شهيد
اي د ميړاني ،غيرتي او سرلوړي ولس مېړنيه شهيده!!!
ښه مي په ياد دي ..
پداسي حال کي چي خپلي هيلي اواوميدونه،
خپلي دزړه ټوټي اولادونه ،
او ددنيا واړه خوښي او خوشالي دي تر شا پريښودي وي،
د وچي ډوډي ګوله او غوټه پياز به دي په ملا پوري تړلي ؤ،
څيري جامي،
وچي چاودلي شونډي،
ايبلي پښي،
ببره ږيره،
اووږي ،تږي به
په اغزنو لارو،
په غرو رغونو،
دښتو، بيديا وو کي،
لالهانده روان وې
ترڅو به دي ځان دهغه غليم سره د جګړي او جهاد له پاره،
توده مورچل ته ورساوه ،
چي په نړۍ کي يي د ځواک مخه هغه چا هم نه ليدله ،
څوک چي نن ځان د ټولي نړي واکمن ګڼي.
هوکي
پداسي حال کي چي په څيره کي به دي
دميرويس نيکه او ستر احمد شاه بابا
د غيرت، ميړاني ،ننګ او وطنپالني،
نښي نښاني له ورايه په ځليدو وي،
سترګي دي نه پټيدي،
خوب او ارام نه در ته
دخپل غليم سره د مقا بلي په انتظار کي به
په شپو ،شپو په مورچل کي ناست وې
د وطن پيغلو او ځوانانوبه
دتا په ميړانه او غيرت ناز او وياړ کوه،
ته به يي يه بدلو کي يادولي،
ستا يه ليدو به يې د غليم په وړاندي
د جګړې او مبارزې لپاره په زړونو کي
نوی ځواک او قوت مونده
دوطن او ولس دخپلواکۍ او ازادۍ په لاره کي به يې
د سرښندني جذبه او احساس
په ولولو اوپه څپو راتلل
نه مي هيريږي
د تا په زړه کي
د غليم د توپو نو، ټا نکونو ، راکټونو،الوتکو او ....
ويره او ډار نه ؤ
تا ته هغه کمزوري او نا توانه ښکاريده
ته به د هغي مخي ته د تبرګي ، مچوغني ، ډبرو
او هغه ټوپک سره ولاړ وې
چي د خپل ميړني پلار او نيکه نه درته په نيکات (ميراث) پاتي ؤ
هوکي.
ته په رښتيا تر غليمه ځواکمن او زورور وې
تا هغه څه درلودل
چي ستا غليم يي تصور هم نشو کولاي
له تا سره د پلار او نيکه غيرت،ميړانه او ننګ مل ؤ
تا ټينګه عقيده او ټينګ ايمان درلوده
له تا سره د ميړاني ولس دعاګاني ملګري وي
دکونډو،رنډو او يتيمانو
پريادونه او زګيروي دي مل ؤ
ته په دي پوهيدې چي
دوطن دخپلواکۍ او ازادۍ ناوې
درته سترګي په لارده
تا ته پته وه چي
ته د ابدي وياړلي ژوندانه په لور روان يې
او د فردوس جنت پريښتې درته
د ګلو ګيډۍ په لاس ولاړي دي
ځکه خو دي ګامونه هم تر غليمه ګړندي ؤ
ته چي نه دي موټر پيژنده
نه دي په شا پسي ځان ساتونکي ګرځيدل
نه دي څوکۍ او قدرت ليدلي ؤ
نه د بنګلو او قصرونو خيا ل ؤ درسره
نه په سياست بلد وې
اونه خودنورو امتيازونو او مادياتووږی وي
بس يو فکر، يوخيال ،يوه انديښنه ،
يوه هيله او يوارمان دي په زړه کي درلود
چي هيواد او ولس دي
دخپل واک څښتنان وي
دپلار او نيکه په وياړلي خاوره دي
دپردو د ناولو پښو ګردونه پرينوزي
شمله دي ټيټه نه شي
اودسيالانو د پيغور نه شي
ځکه خودي دخپل خوږ زړګي ټوټې ،
خپل خوږ ژوند،
خپل ټول هغه څه
چي نورودهغو د تر لاسه کولو لپاره
دخپل ورور،خپل وطنوا ل په مري چاړه کيښوده،
هغو ته د رسيدو په خا طر يې
دهيڅ ډول ناراوااو غير مشروع چارونه دريغ او ډډه ونه کړه
تا د خپل وطن او ولس نه ځار او قربان کړل
دشهادت جام دي په سر پورته کړ
او ګام دي دوياړلي ابدي ژوندانه او جنت په درشل کي کيښود
هوکي.
ته ظاهرا ژموږ له سترګو پناه شوې
له څنګه مو ليري شوې
خو سپيڅلی روح دي
موږيوازي او ګوښي پرينه ښود و
هغه لا نن هم زموږ سره دي
زموږڅارنه کوي ،
زموږ ساتنه کوي.
پربرياوو مو خوښي او خوشالي کوي
په ناکامي او برمرغي مو پريشانه کيږي او اوښکي تويوي.
اې غيرتي شهيده!
ښه راته پته ده چي لږ ګيلمن غوندي يي،
ته مرور يي رانه،
چي ولي مو دتا په لحد څلي ندي جوړ کړي ؟
ولي ورباندي زيارت نشته؟
ولي مو په هغه جنډي ندي ځړولي؟
ولي مو په ځينو هغو کسانو، څلي او زيارت جوړ کړي ؟
پري مو جنډي ځړولي دي ،
چي له تا سره هيڅ ډول اړيکي او ورته والي نلري،
د په وينو د ګټل شوي وطن ،
د کنډوالو کيدو او ويجاړيدو لامل شول،
دهغه ټوټي ،ټوټي کيدل او ويشل يي غوښتل.
د تا د سر په بيه د خپلواک شوی ولس،
د وژني ،ځوريدني،توهين او تحقير لامل شول.
د تا دوينو د مدعيانو سره په يوه دسترخوان کينا ستل،
ستا دوطن او ولس د نيکمرغي اوسمسورتيا يې ورسره سودا وکړه.
ستا د سپېڅلي جګړې او جهادپه نوم يي سوداګري اوتجارتونه وکړل
ځانونه يي ستا دلاري او مبارزي پيروان بلل
خو ستا د وياړلي نوم او مقام سپکاوي يي کوه.
اي د ولس شهيده!
هوکي ،غږ دي اورم
چي رانه د ناهيد پوښتنه کوي ،
چي د خپل افغاني پت او ناوس د خوندي ساتلو او ژغورلو په خاطر يي
ځان له پنځمه پوړه لاندي راوغورځولو،
او ستا په لوري درغله.
دهغي مور رانه پوښتنه کوي،
چي د لور په پت او ناموس يى تيري شوي او لوټ شوي ؤ،
اوله ډيره غمه اوشرمه يي ځان وواژه.
ته رانه پوښتنه کوي
موږ هغوته کوم مقام او کوم لقب ورکړي؟
ياد ونه يي کوو که نه؟
په قبر يي ژاړو که نه؟
څلي پري شته ؟
جنډي پري رپي که نه؟
اي غيرتي شهيده !اي غيرتي شهيده!
ته له موږه مروريږه مه!
رانه ګيله مه کوه !
مخ رانه مه ګرځوه!
اوږدي جګړي ،
دسرووينو لښتيو،
دکونډو رنډو،يتيمانو پريادونو
له موږه هر څه ګډوډ کړي دي.
په سترګو کي مو اوښکي نه دي پاتي چي په تا وژاړو،
په پښو کي مو دم نشته چي دتا تر زيارته درشو.
هغو ګناهونوچي رانه شويدي،
سترګي يي راله ړندي کړي دي
کله کله د تور اوسپين ،
ښواو بدو،حق اوباطل تر منځ توپير هم نشو کولاي.
دشهيد مانا او مفهوم يي هم رانه گډ وډ کړيدي.
سرلوړيه شهيده!
ته راته په غوسه کيږه مه!
راته لارښونه وکړه،
راته هدايت وکړه،
پوه مو کړه،
راته ووايه ،
راته څرګنده کړه،
راته تعريف وکړه،
چي موږ چا ته دتا دلاري پيراوان ووايو؟
په چا باندي زيارت جوړکړو؟
دچا په لحد جنډي وځوړوو؟
اوپر چا وژاړو؟
پدي هم ښه پوهيږم ،
چي تاته زمونږ ډير کارونه اوکړه وړه،
عجيبه غوندي ښکاري.
چي موږ څه کوو؟
څه غواړو؟
خوته حيرانيږه مه!
ډير شيان تاته ځکه عجيبه غوندى ښکاري،
سر دي پرى نه خلاصيږي،
چي هغه وخت چي تا د غليم په وړاندي،
د ولس او وطن په خاطر جګړه اوغزا کوله،
هغه بل وخت ؤ
هغه شلمه پيړي وه،
ارزښتونه نور ؤ،
ګټي نوري وي،
وياړني نوري وي،
حالات نور ؤ،
اوسيا ست بل ؤ.
اوس وخت بدل شوي دي.
يوويشتمه پيړي پيل شويده
ارزښتونو،
ګټو،
وياړنو،
حالاتو اوسياست بدلون کړيدي.
نن ستا هغه غليم چي،
چي ستا په خاوره يي تيري کړي ؤ،
دتا تورسري يي کونډي اوبوري کړي،
ستا ماشومان يي يتيمان کړل،
وروڼه يي در له ووژل،
وطن يي درلي ويجاړ کړ،
له هغه ګوزاره چي تا ورته په سر ورکړ،
دتل لپاره له منځه تللي دي
د بشريت د تاريخ يوه ترخه خاطره ،
توره دوره اوتور ټکي ګرځيدلي دي.
خو له بده مرغه چي هغه وخت،
دهغه په له منځه تللو سره ،
ستا د ولس او وطن په غليمانو کي لږوالي نه راغي.
خپله وينه ،خپل بچيان او خپل وروڼه دي
دپردو په لمڅون ، درته غليمان شول.
د تا دلاري ځيني ملګري درته غليمان شول.
ستا دزيارت او مقام يي سپکاوي وکړ.
څلي يي درله ويجاړ کړ،
جنډي يي درله څيري او سوزولي.
هغه غليم چي تا يي په وړاندي جګړه کوله ،
دتا په وينو يي لاسونه سره ؤ،
نور نو غليم نه ګڼي ،
ورسره يي نوي ،نوي ياراني جوړي کړي،
په دوستي يي وياړي او هغه د ځان نيکا ت او ميراث بولي،
دتا دوينو بيه ورنه نه غواړي،
ورنه مننه کوي.
هوکي .
اى ميړنيه شهيده!
ښه پوهيږم ،
ستا هيله او ارمان لا ندي پوره شوي،
ته لږ غمجن غوندي يي،
ته لا ځوريږي!
ته لا نن هم ويني ،
چي ولس دي ،وطن دي،
تر پايه د بدمرغي له پنجو ندي خلاص شوي،
لا ورته ډير مزل په مخکي پروت دي.
ډير کږليچي اوپيچومي په مخه کي شته چي بايد ورنه تير شي،
ډير څه بايد هير کړي ،تر څو مراد ته ورسي.
ته وينى چى لا نن هم ځيني ليوان شته ،
چى ستا د بچيانودوينوته تږي دي.
هغوى وژني ،
ژوبلويى،
ځوروي او کړويې،
تحقيروي او توهينويى.
اى ميړنيه شهيده!
ته ځوريږى پدې چې
لا نن هم هغه ولس
چى تا يى د نيکمرغۍ او خپلواکى لپاره
ځان ځار کړ،
کړاوونه دى وګالل،
ستونزى دى په ځان ومنلى،
په يوه خوله ندي.
په يوه نغري نه سره کيني،
په خپلو مينځو کى تربګني کړي.
پردي راځي او دوى سره په يوه ځاي راغونډوي،
دوى د پردو مني خو د خپلو نه مني
ته خوږمن پدې يې چى،
د تا وروڼه او بچيان لا تر اوسه ددى وس نلري،
درک او احساس نلري،
چى خپل مسايل او خپلي مرڼي (جنجالونه) او ګيلى ،
په خپله حل کري.
خپل برخليک پخپله وټاکي.
خپل درد لره پخپله درمل شي،
د ولس ګټى پر خپلو ګټو غوره وګڼي.
هوکى!
ځينى کسان چى ځانونه ستاد لارى ملګري او پيروان بولي،
لا نن هم په خپل نيلي سپاره دي ،
وطن ا و ولس يى هير دى،
يوا زى خپلو ګټو ته ګوري،
دهغه مقام په قدر نه پوهيږل اونه پوهيږي چى ته يى لرى.
دوي له ابدي ګټو نه دونياوي ګټو ته ترجيح ورکوي.
بنګلى او ماڼۍ غواړي
موټر خوښوي،
په ځانونو پسى په لسګونو ځان ساتونکي ګرځوي،
د خپلى جګړى او جهاد بدل او مکافات پدى پاني دونياګى غواړي،
لقب اوامتيازات غواړي،
هغه ژمنى او لوزونه چي ",مرور شهيد
648,,"
",
649,بېنوا خپرنيزه څآنګه ( ماسکو),"
د افغانانو ژوري اندېښنې
(بېنوا _ د ماسکو خبريال )
په دې وروستيو وختونو كي مو په ډيري خواشينۍ سره خبر تر لاسه كړ، چې يو تن افغان، ليس خان د رييس خان زوي د ۱۹۷۵ع كال زوكړی، د روسيې د فدراسيون په هغه زندان كې چې د بهرنيو هيوادونو اتباع پكې، د قانون نه په سر غړوني سره ور ته د روسيې د قضايې چارواكو د پريكړو سره سم، د منځمهالي او يا اوږد مهالي مودې سزا ټاكل شوې وي، او وروسته بيا هلته د خپل بند سزا تيروي، په حق رسيدلی دی.
انا لله و انا اليه راجعون.
خدای بخښلي ليس خان، په هغه زندان كې، چې د مسكو له ښار نه د ۵۰۰ كيلومترو په شا و خوا كې په ليري واټن پروت دی، په زندان كې د چاپيريال د خرابي وضعي او د خوړو او روغتيايې خرابو شرايطو له كبله ناروغ شوي و، او د دغه زندان په اړوند روغتون كې د څه مودي راهيسي د علاج لاندي و، د ۲۰۰۴ع كال د نوامبر په دويمه نيټه، د ور پيښي ناروغي له كبله، له دی فاني نړۍ څخه سترګي پټي كړې.
د ليس خان د خواشينوونكي مړيني په خبر سره، په مسكو كې دافغان سوداګرۍ مركز رييس او ټول افغانان ډير زيات غمجن او انديښمن شول او د نورو ناروغو افغان زندانيانو په هكله يې خپلي ژوري انديښنې څرګندي كړې.
په مسكو كې د افغان سوداګرۍ مركز، په لومړي سر كې ، د ممكنه وسايلو له لاري او همدارنګه، د ځينو مخورو شخصيتونو په مرسته، په مسكو او په افغانستان كې د نوموړي د خپلوانو او دوستانو په لټه كې شو. كله چې يې د خپلوانو او دوستانو پته و نه لګيده، بيا يې سمدلاسه، يو دري كسيز پلاوی، (د افغان سوداګرۍ مركز غړی، محمد طاهر شينواری، په مسكو كې د افغانانو د جامع جومات يو ملا، محمد انور عثماني او همدارنګه عنايت الله) وټاكه، چې دغه زندان ته لاړ شي او د هغه خداي بخښلي جنازه خاورو ته وسپاري.
ويل كيږي، چې دغه زندان ته تګ هم څه آسانه كار نه دي. هغه څوك چې دغه زندان ته د پايوازي په توګه د خپلو عزيزانو د حال تپوس ته ورځي، بايد د روسيې په فدراسيون كې د استوګنې قانوني اسناد په لاس كې ولري او همدارنګه، د روسيې د فدراسيون د عدليې وزارت د اړوندي ادارې څخه ليكلې اجازه نامه هم په لاس كې ولري.
د افغان سوداګرۍ مركز دغه ټاكل شوي پلاوی، په مسكو كې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوي سفارت په مرسته د عدليې له وزارت نه د اجازه نامې د تر لاسه كولو وروسته، د هغه سفارت د يو تن استازي په ګډون، څو ورځي مخكي د يو ټكسي موټر په سپرلي، د شپي په ۳ بجو له مسكو نه د دغه زندان په لوري چې د (مردويا) په نامه ياديږي، وخوځيد او د ورځي د يوي بجي په شا و خوا كې هلته ورسيد.
دغه پلاوي، هلته د اداري چارو له سر ته رسيدو څخه وروسته، سبا ته د هغه خداي بخښلي جنازه، د اسلامي شريعت له احكامو سره سم، خاورو ته وسپارله . د هغه د جنازې په لمانځه كې د سوماليې، تاتارستان او تاجكستان او افغان زنداني ناروغانو، چې د دغه زندان په روغتون كې تر علاج لاندي وو، ګډون كړي و.
د دغه پلاوي له خوا، په نوموړي روغتون كې افغان زنداني ناروغانو او په جنازه كې نورو گډون كوونكو او همدارنګه، څه د پاسه ۳۰ تنو افغان زندانيانو ته چې په زندان كې يې د بند سزا تيروله، د افغان سوداګرۍ مركز له خوا، يوه اندازه خوراكې توكې او نور د اړتيا وړ شيان، په جنازي پسي د خيرات او زندانيانو ته د مرستي په توګه وويشل شول، چې د هغه ارواښاد اروا ته د ټولو له خوا د بخښني دعاګاني وشوې او له ليږل شوي پلاوي څخه، د نورو ناروغانو په استازيتوب ولي، جواد محمد حسن، د زړه له كومي مننه څرګنده كړه.
د دغه پلاوي په وينا، جواد محمد حسن، ډير زيات ناروغ او مرګوني حالت درلود، چې د خپلي ناروغۍ له كټ نه د جنازې د مراسمو د سرته رسولوي تر ځاي پوري، چې ډير لږ واټن يې درلود، په ډيرو ستونزو سره وخوځيد، او د جنازې په لمانځه كې يې برخه واخيسته.
د دغو ناروغانو په ډله كې د هيواد يو نامتو اديب او شاعر، محمد عزيز تحريك هم ډيره موده، د دغه زندان په روغتون كې تر علاج لاندي و، چې اوس لږ څه ښه شوي او بيرته زندان ته بيول شوي و. او ليږل شوي پلاوي، و نه شو كولاي، چې هغه له نژدي څخه وويني.
محمد عزيز تحريك، د يوي كورنۍ كوچنۍ شخړي د پيښې له كبله، د ۲۰۰۱ع كال له پيل څخه په دغه زندان كې د بند سزا تيروي او د هغه د روغتيايې حالت او ژوند په هكله د روسيې په فدراسيون كې او د همدارنګه، په هيواد او له هيواد نه بهر، ټول فرهنګيان، فرهنګپالان او علمي او ادبي مركزونه او د هغه دوستان، ډير زيات انديښمن دي.
د عيني شاهدانو په وينا، عزيز تحريك، د زندان په دغه روغتون كې څو ځله د علاج لپاره بستر شوي او وروسته بيا زندان ته ليږدول شوي دي.
ويل كيږي، چې د (مردويا) په زندان كې، د ليس خان خواشينوونكې مړينه، لومړنۍ پيښه نه ده . په تيرو وختونو كې هم هلته د زندان د بدو شرايطو له كبله، چې مخكې يې يادونه وشوه، ځيني افغانانو د سختو ناروغيو له كبله خپل ژوند له لاسه وركړي دي.
په مسكو كې د افغان سوداګرۍ مركز يو تن مسوول وويل، چې د دې مركز له خوا، د دغه ډول بلهاريانو (قربانيانو) د خپلوانو او دوستانو سره، په خپل وخت مرستي شوي او جنازي يې يا هيواد ته ليږدول شوي او يا خو دلته په پرديسۍ كي خاورو ته سپارل شوي دي.
د افغان سوداګرۍ مركز ليږل شوي پلاوي، يوه ژورناليست ته د خبرو په وخت وويل، چې د دغه زندان، ناروغه زندانيان د خپل ژوند او برخليك په هكله ډير زيات انديښمن دي. هغوي د روسيې له دولتي چارواكو څخه دا هيله لرله، چې د هغوي د بند پاتي موده و بښل شي او د دي په ځاي، چې د هغوي مړې د زندان له روغتون څخه وايستل شي، ښه به دا وي، چې له دغه زندان څخه ژوندي ووځي او خپل علاج په نورو روغتونونو كې په خپله وكړي.
دغو ناروغو زندانيانو، ليږل شوي پلاوي ته ويلي دي، چې موږ ناروغه زندانيان، د قانون نه د سر غړوني له كبله، د بند د تيرولو په سزا محكوم شوي يو، او د قانون احكامو، يوازي زموږ آزادي سلب كړي ده . خو په زندان كې د خراب چاپيريال اوخراب خوراك له كبله، موږ خپله روغتيا له لاسه وركړې او په حقيقت كې په مرګ محكوم يو. كه څه هم د دغه زندان د روغتون ډاكټران او نور كاركوونكي زموږ د علاج په برخه كې ډيري زياتي هلي ځلي كوي، خو دغه روغتون، د دي امكانات نه لري، چې زموږ په شان په سختو ناروغيو اخته زندانيانو، بشپړ علاج وكړي شي.
ويل كيږي، چي په دغه زندان كې د سل يا توبركلوز ناروغي، په پراخه كچه خپره ده.
د روسيې په فدراسيون كې، د افغانستان د اسلامې جمهوري دولت د لوي سفارت سر چينې وايې، چې د سفارت له خوا نه، په دي وروستيو وختونو كې، د روسيې د دولت له قضايې چارواكو څخه د هغو زندانيانو په هكله، چې په دغه روغتون كې ېې علاج شونتيا نه لري، په رسمي ډول د دي غوښتنه شوي، چې د دغه ډول زندانيانو د بند پاتي موده وبخښل شي. خو په مسكو كي كتونكي او شنونكي په دي باور دي، چې د روسيې د دولت دغه چارواكې، په قضايې ادارو كې د زاړه بيروكراتيك سيستم د شته والي له امله، كيداي شي په نژدي راتلونكي وخت كې د دغه سفارت وړانديز ته، د (هو) ځواب و نه شي ويلي.
په مسكو كې د افغان سوداګرۍ مركز او نور سياسي او ټولنيز افغان شخصيتونه او فرهنګي كړۍ، د بشرې حقوقو د اصولو سره سم، د روسيې د فدراسيون له قضايې چارواكو څخه په كلكه د دي غوښتنه كوي، چې د روسيې د فدراسيون په ټولو زندانونو كې دي د انساني خواخوږۍ له مخي، د دغه ډول نا علاجه ناروغو افغان زندانيانو د بند د پاتي مودي د بښلو او د هغوي د آزادولو په هكله، ډير ژر خپلو اړوندو ادارو ته اوامر صادر كړي.
همدارنګه، د افغانستان د اسلامي جمهوريت له اړوندو چاروكو او د نړيوالو بشري حقوقو او ملګرو ملتونو څخه په كلكله غوښتنه كيږي، چې د دغو زندانيانو د ژوند د ژغورلو لپاره بيړنۍ هلي ځلي وكړي.
",د روسيې په فدراسيون كې د افغان زندانيانو د ژوند په هكله
650,,"
",
651,ذبيح الله خوګياڼی _ کليفورنيا,"
غږ په ما کړه
ای د زړونو خريداره غږ په ما کړه
د مين زړګي کراره غږ په ما کړه
پټه مينه مي په زړه کښي بار د ربه
ای د ميني طلبګاره غږ په ما کړه
زه د ميني بتخانه زه يې مسجد يم
ای د ميني پرستاره غږ په ما کړه
زه د ميني ترانه او افسانه يم
ای د ميني غزلخوانه غږ په ما کړه
د يارانو محبت مي زړه امو کړ
ای د ميني کشتی رانه غږ په ما کړه
د يارانو د جفــــــا تيغ يم وژلۍ
ای د ميني غليمداره غږ په ما کړه
زه ذبيح د عاشقۍ په دام نښتی
ای د زړونو مدد ګاره غږ په ما کړه
ای د زړونو خريداره غږ په ما کړه
د مين زړګی کراره غږ په ما کړه
د شاعر لنډه پېژندنه :
ښاغلی ذبيح الله خوګياني د ١٣٥٧ کال د ميزان د مياشتي په څلورمه نېټه د کابل په ښار کښي سترګي نړۍ ته پرانيستلې .
تر لسم ټولګی پوري د خپلي کورنۍ سره په کابل کښی مېشت او د له وړوکتوبه يې د پوهي او زده کړي سره مينه لرله .
د ١٣٧٥ کال په سر کښي دې پاکستان ته مهاجر شو. خو هلته يې هم خپله مينه توده وساتل ، او خپلو زلميو افکارو ته يې د شعر جامې ور واغوستلې .
په پېښور کي لسم ټولګی ته شامل شو ، او د دوولسم ټولګی څخه د فارغيدو سند يې هملته تر لاسه کړ . .څلور کاله يي د طب د درس سره يو ځای انګريزي هم زده کړه .نوموړی په پښتو او دري ژبو ليکل لوستل کولای شي ، او همدا ډول يې په دواړو ژبو کي شعرونه هم ويلي دي ، يوه شعري ټولګه يې همدا اوس د چاپ لاري څاري .
ښاغلی ذبيح الله خوګيانی اوس د امريکې د کليفورنيا په ايالت کي د خپلي کورنۍ سره يوځای هستوګنه کوي . ",غږ په ما کړه
652,خالدهادي (حيدري),"
خالدهادي (حيدري)
نيويارک ، متحده ايالات
د روان لمريز كال، د ليندۍ د مياشتې يوولسمه د ارواښاد علامه پوهاند عبدالشكور رشاد د مړينې هغه توره نېټه ده، چې د ملي ماتم د ورځې په څېر ده، چې ټول لر او بر افغانان يې وكړول او تر پايه به يې نه هېروي. ګران استاد، په داسې حال كې له موږ څخه جلا شو، چې ګران هېواد مو د بېلابېلو تربګنيو او ګډوډيو ښكار دى او د ځينو جګپوړو چارواكو په ګډون زيات نور كسان د وسلو او پيسو په زور په ولس خپلې غوښتنې مني، چې دا څېرې به خپل دغه بدرنګ كار ته نور هم دوام وركوي. ګران استاد د خپل ژوند څو لسيزې د خوار، زار، كړېدلي او دردېدلي افغان ملت خدمت ته وقف كړې، چې تر وروستۍ سلګۍ پورې يې په دې ډګر كې صادقانه خدمت ترسره كړ او ملت به يې هم دا خدمت نه هېروي، د ده له خوا راپاتې په لسګونو اثار د دې خبرې پخلى كوي. خو د استاد پر مړينې، د ملت خواخوږيو، اوښكو او ژړاګانو دا خبره نوره هم څرګنده كړه، چې استاد د خلكو په زړونو كې ژوند كاوه، د خلكو لپاره و، د خلكو په زړونو كې به ژوند كوي او په خلكو پورې به اړه لري. خو د غم او وير په دغو خواشينوونكو مراسمو كې د دولتي چارواكو، نه ګډون بيا د دولت د مور و ميرې چلند ښه زبات كړ. د وير او غم د مراسمو پر لومړۍ ورځ چې په كابل كې ترسره شوه، يوازې د ګوتو په شمېر چارواكو ګډون كړى و، چې موږ ېوازې انورالحق احدي، ښاغلى ارسلا، برهان الدين رباني او نور... يادولاى شو، چې خپل شتون يې تر يوه ځايه څرګند كړ. د استاد رشاد په ياد د خواشينۍ د مراسمو پر لومړۍ ورځ د اطلاعاتو او كلتور وزارت ځينو چارواكو هم ګډون وكړ، كله چې ښاغلى رهين د روغتون غولي ته راننوت او د مراسمو سيمې ته نژدې كښته شو، خپل موبايل يې راوكېښ چې د كابل ټلويزيون چارواكي خبر كړي، هغوى راشي او دا مراسم عكاسي كړي، حال دا چې د ټلويزيون درې تنه كاركوونكي له وړاندې هلته ناست وو. دغه وزارت بايد د دغو مراسمو ټولې چارې سمبالولاى، بايد چې له بهر څخه يې د ځينو فرهنګيانو د راتګ سمبالښت كولاى او دغه راز يې نور امكانات هم برابرولاى، خو د وزارت چارواكي يوازې يو څو شېبې هلته تم شول، نور نو پر خپله مخه لاړل. حال دا چې دا وزارت د كابل ښاريانو شورا لري، چې په هره غونډه كې يې د سلګونو كسانو د راتګ زمينه برابرېږي، ان چې زلمى خليلزاد هم ورته رابولي او په راډيوګانو- ټلويزيون او نورو رسنيو كې يې فعاليتونه خپرېږي، خو د استاد د مړينې اعلان لومړى د كليد راډيو له لارې خپور شو، چې يوه شخصي راډيو ده، د افغانستان راډيو يوازې پښتو څانګې خبر تېر كړ، بس. استاد د نفس له غرور نه برخمن انسان و، چې هېڅلكه يې هم دولتي چارواكو ته لاسونه اوږده نه كړل چې كوم كتاب يې ورته چاپ كړي، يا دې هم د كوم كتاب لپاره پانګه وركړي، همدا وجه وه چې زيات كتابونه يې ناچاپه پاته دي او په دغو ناچاپه كتابونو كې زياتره ډېر مهم هم دي، چې نن سبا يې چاپول ډېر ضروري ګڼل كېږي، اوسني وزارت خو نه كومه پښتو خپرونه لرله، نه يې كوم پښتو كتاب چاپ كړ او نه به يې د ښاغلي رهين په مشرۍ كې څوك څرك ولګوي، د ښاغلي رهين د واكمنۍ په موده كې دغه وزير د خپلو هغو ليكنو ټول مواد او پلانونه عملي كړل، چې په امريکاکي ئې په اميد اوونيزه کي خپرول،ده نه افغان غوښت، نه يې افغانستان، تر ځان يې د خپلې نظرې زيات ملګري هم راتاو كړي وو، چې د ده د نظريې او رايې پلوي به يې كوله، نو دا د ستم او تعصب لارويان كله د افغان او افغانستان په ګټه خبره منلاى شي، بيا د استاد علامه په څېر يو ملي خدمتګار خو به يې خامخا د سترګو اغزى وي. استاد به په ژوندوني هم له اوسنيو چارواكو سر ټكاوه، چې د دې ملت او هېواد په ګټه نه دي، په ځانګړې توګه يې د كلتور وزارت ياداوه، چې په رښتيا هم له تعصب او تربګنۍ ډك چلندونه به يې له تاريخ څخه هېڅلكه هم هېر نه شي. د كابل په مراسمو كې نه د دولت د رئيس پيغام ولوستل شو، نه د خواخوږۍ مراتب وړاندې شول، نه مو هم د كلتور وزارت له خوا كوم خپور شوى پيغام وليد. ځكه موږ ته خو هسې هم پته وه، چې د كلتور اوسنى وزارت يوازې يوې ځانګړې طبقې ته كار كوي او يوې ژبې ته ترجېح وركوي، چې دا يې د تېر درې كلن كار په اوږدو كې موږ ته څرګند شول. دغه وزارت څو څارنوالان هم ټېكه كړي وو، چې كوم ليكوال به يې خوښ نه و، نو سم له لاسه به يې په لاس وركاوه، يا به يې هم ورته دوسيې جوړولې، چې دا په دې نوې پېړۍ كې د وحشت يوه بېله ننداره وه، چې موږ وليده او نور نو څرګنده نه ده، چې د دغه وزارت په اډانه كې به كوم نور تبعيضونه سرونه اوچتوي. بله ورځ چې د استاد جنازه كندهار ته لېږدول كېده، د وزارت له خوا يو كس هم نه و لېږل شوى، لږ تر لږه يې چا يو تش پيغام هم ونه ليد، چې هلته يې په چا ولولي. يوازې ګل اغا شېرزي له لومړۍ شېبې تر كندهاره پورې د استاد له جنازې سره ملګرتيا كوله، چې په كندهار كې بيا د كندهار د والي او ښاروال، دغه راز نورو چارواكو منډې ترړې د يادونې وړ دي، چې هر راز همكاري يې وكړه. الله دې دوى روغ لري او دا زيار دې يې په صواب كې راشي. استاد يوازې د پښتنو نه و، چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت داسې چلند ورسره وكړ، استاد خو د پښتو تر څنګ په نورو ژبو هم كتابونه ليكلي، استاد خو په خپله ځان په قوم او قبيلې پورې منحصر نه ګاڼه، بلكې په ټول افغانستان او افغانانو پورې يې اړه لرله،دا كه د كلتور وزارت چارواكي افغانان نه ګڼي، بيا خو نو سمه ده. خو موږ وينو چې دلته بيا هم ځينې كړۍ استاد ته په پردۍ سترګه ګوري او په دې توګه يې خپل هويت او هدفونه څرګند كړل. الله دې استاد ته جنتونه ورپه برخه كړي، الله دې د ده نجيبې كورنۍ ته صبر وركړي او د استاد شاګردان دې ګړندي لري، چې وكړاى شي د استاد پر پله ګام كښېږدي او د ده ياد دې ژوندى وساتي . په کليواله پښتنه مينه ",د علامه رشادپه مړينه کي د کلتور وزارت د موراومېرې سلوک
653,,"
پخلاينه له كابل څخه خپرېدونكې جريده ده، چې دا دى نهه اتيايمه ګڼه يې هم پر ليكه شوه، په دې ګڼه كې هم ځينې مهمې او له وخت سره برابرې ليكنې راغلې دي، چې مينه وال يې پر دې پته لوستلاى شي:
http://benawa.com/rasanay/pukhlayana
",د پخلاينې جريدې نهه اتيايمه ګڼه پر ليكه شوه
654," جمال ناصر ""اصولي""","
ړوند بڼ مالياره بڼ در څخه وران نه شي هسې يې ساته چې ودان نه شي لكه نښتر په ژمي اوړي چې وي مسكا دې كاندي چې خندان نه شي عشق منظره غوندې وښكاريږي انځور ورښايه چې پښېمان نه شي مالياره ګوره يې لـه لرې څخه لـه بوى يې تير شه چې تاوان نه شي جام د ساقي واخلـه د لاسه نه مې هسې د زړه زربې ټكان نه شي هسې يې وساته د خلكو نه پټ چې دا د نن په څېر افغان نه شي ورته دا بر ګې كيسې مه اچوه چې ""اصولي"" د زړه زندان نه شي جمال ناصر ""اصولي"" ",ړوند بڼ
655,عبدالباري جهاني,"
عبدالباري جهانيغزلچې لـه تندي يې د نصيب توري شړلي نه ديدا لېوني د بل وطن دي زموږ د كلي نه ديد تورې شپې پر تندي مه ګوره ړانده فالونهچالـه كنعانه تعبيرونه اورېدلي نه ديلـه راز ونيازه سره ډېرې كيسې ستړې شولېدې كوه طور ته لا تراوسه څوك ختلي نه ديپه اشارو لكه قدم د لارې حال وايمهپر دغه لاره چې څوك تللي دي راغلي نه ديجلاد به نه وايي د تورې ژبه نكل كويچې دې مقتل ته څوك راغلي دي وتلي نه ديډېرې به اوښكې تر ګرېوانه پورې ورغړويشهيدې شناختې يې لا شمعې پېژندلي نه ديپه هر منزل كې به كفن د ""جهاني"" يادوېلا مې پردېس خوبونه شپو ته درلېږلي نه دي ",غــــــــــــــــــــــــــــزل
656,فضلهادي فضليار,"
غزلپرېږده ستا په سينه خور لكه ټيكرى شمدا د غيرو خللكو سترګوكې اغزى شمستا لومړۍ خندا شپېلۍ د اسرافيل وه يو ځل بيا وخانده شا باس چې ژوندى شمسپيلنى يم خو د ښكلو وچكالي دهربه! يو ښكلى پيداكړې چې لوګى شمسل ګيلې او زر غوښتنې مې وې زړه كېخو چې تا ته درنژې شم نو ګونكى شمد ماشوم غوندې مې نور غيږ كې وانه خلېراځه ته غيږې ته راشه چې زلمى شم ",غـــــــــــــــــــــــــــــزل
657,رحمت شاه رحمت,"
غزل عشق چې په كې نه وي هغه زړه نه دى بې لـه ياره هسې ژوندون ښهنه دى نن راته اغيار د اشنا حال وايي څه خو يې په زړه كې دي بې څه نه دى خوب او خندا نه لرم ژړا كوم دومره خو هجران او بېلتون ښه نه دى زړه سورى سورى لكه بادام لرم وګورئ عالمه د كاته نه دي ولې رحمت شاه نه ته په شا درومې خير كه لېونى دى خو لېوه نه دى ",غـــــــــــــــــــــــــــــــزل
658,سقيم اشنا,"
سقيم اشنا غزل ګودر نه پېغلـه لـه ربابه مونغمه تللې ده مينه لـه زړونو لـه ګلابه مو وږمه تللې ده بېړۍ د كبر او غرور به د هغې غرقه كړي د زړه لـه بحره مې د آه يوه څپه تللې ده نيمګړى هار يې په ګردونو باندې زوړ غوندې شو ګوره هغه لا د لونګ په بهانه تللې ده ماشومې هيلې مې د زړه ورپسې تل ژړېږي د ارامانونو د سردار مې جنازه تللې ده ""سقيم"" غزل به يې خالي مقام ته سر ټيټوي چې لـه محراب څخه يې پېغلـه فرشته تللې ده دده ",غــــــــــــــــــــــــــــــــزل
659,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ١٤
کابل : د ډورنډ له کرښو څخه په رارسيدلي يوۀ خبر کې ويل شوي دي چې د پاکستاني پوځونو او افغان سرتيرو ترمنځ په يوه نښته کې يو پاکستانی پوځي وژل شوی دی .
پاکستان دعوه کوي چې د دوی پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د متحدو ايالاتو د يوۀ بې پېلوټه الوتکې پاتې شونې پلټل چې دغلته لويدلې وه .
افغان سرچينو دا دعوه رد کړې او وايي سرتېرو هغه وخت پر پاکستانيانو ډزې وکړې چې د ډيورنډ له کرښې ورواوښتل .
پاکستان وايي دوی په ځواب کې پر افغانانو ډزې کړي دي خو کوم ځاني زيان يې نه دی اړولی .
",افغان ځواکونو پاکستانی پوځي وژلی دی
660,غفور لېوال _ انډيانا_ امريکا,"
زلزله
او ځمكه ريږدي
څپې الوزي
دخلكو لو دى
لكه قيامت، موراو زوى نه پيژني
دخداى ( ج ) پر ځمكه څه بلا پريوتې
چې خلك يو دبل دغوښو بوى نه پوزې نيسي
طبيعت په لوبه بوخت دى
خلكو كبان نيول خو نه وو خبر
چې دطبيعت په يوه لوبه كې به
كبان په دوى ماړه شي
كله چې زمكه دالله (ج ) دبندګانو تر پښو لاندې راوڅرخېده
لويانو چيغې كړې :
يارب
يا بګوان
يا عيسى ....بودا.... موسى راورسيږئ ...
خوماشومان او ليوني پوه نه شول
چې چا ته پاس وګوري
دوى ډېر نېكمرغه وو چې نه پوهېدل
ځكه اول يې زلزلې ته كټ كټ وخندل او وروسته مړه شول
اسمان لا شين و
چا څه ونه ويل
دڅپو غږ كې چيغې ډوبې شوې
خنداوې پر اوبو لاهو شوې.
ښځې تر اوسه لا څپو ته ګوري
خو شپه تياره وي داوبو پر سر دهېڅ ماهيګير
دكوچنۍ بېړۍ څراغ نه ښكاري
په جوماتونو كې اذان
په مندرونو كې زنګونه نشته
دكليساوو صليبونه مات دي
خلك دلويو پانګه والو دخيرات په ډوډۍ
يو بل له ستوني نيسي
او ماشومان
لاهم په خټو كې دمړو ميندو له تيو څخه وينې روي
* * *
پر زمكه خلك ډير دي
څوك يې په جنګ څوك يې په اور كې سوزي
څوك زلزله كې تر اوبو او خاورو لا ندې ورك شي
او يوځل بيا بشر په دې پوهېږي
چې مرګ دكونډو يتيمانو غم وي
نه دهغو چې مړه شول
دمرګ غميزه لا ژوندۍ ده
دهندي او بنګالي ښځو له اوښكو سره لوبې كوي
خو ها چې مړه شول په دې نه پوهيږي .
* * *
يو ليونى د ونې ښاخ كې ناست و
ونه ولاړه وه دخټو منځ كې
او ليونى لكه مرغه په كې ژوندى پاتې و
ليوني وژړل او ويې خندل
او بيا يې داسې وويل :
په دې دنيا كې به لا اوس هم چېرته جنګ روان وي
اوځينې خلك به دځينو خلكو وينې غواړي
دا دى طبيعت ورسره مرسته وكړه
طبيعت ډېر ووژل
نو اوس كېداى شي
جګړه ماران ماړه وي
او جګړه ودريږي ....
ليوني وژړل او ويې خندل
ونه ولا ړه وه
او دى لكه مرغه په كې ژوندى پا تې و.
",دهند په سمندركې دڅونامي زلزلې ۱۵۵ زره كسان ووژل
661,عبدالغفور لېوال _ انديانا _ امريکا,"
عبدالغفور لېوال _ انديانا _ امريکا

", دهند په سمندركې دڅونامي زلزلې ۱۵۵ زره كسان ووژل
662,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي١٥
کابل : ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د سترې محکمې موقته جرګه ګۍ اعلان کړه . په نوي تشکيل کې لا هم مولوي فضل هادي شينواری د سترې محکمې مشر او قاضی القضات دی خو په لومړي ځل د پاضيانو په کتار کې يو شعيه عالم هاشم صالحي هم ځای شوی دی .
په نورو غړو کې فضل الوهاب، قيام الدين کشاف، سيد عمر منيب، عبدالرزاق مصمم، ثمرگل اشرف، مرادعلی مراد، محمد عظيم جليلی او محمد هاشم صالحی ياد شوي دي .
د افغانستان له اساسي قانون سره سم ولسي جرګه دا توان لري چې د سترې محکمې غړي تاييد کړي خو اوس چې ولسي جرګه لا نشته ولسمشر له خپل واکه کار اخيستی دی . ",د سترې محکمې موقتي جرګه ګۍ اعلان شوه
663,نقيب الله اسد _ کندهار,"
نقيب ا لله ا سد : کند هار
بن لادن څوک دی ؟
اسا مه بن ﻻدن په ١٩٥٧ ميلا دي کال په سعودي عربستان کي زيزيدلى ـ بن ﻻدن د تجاراواد بن ﻻدن د اوﻻدي د کړۍ ددو پنځوسو حلقو څخه اوولسمه حلقه ده . اواد بن ﻻدن د همسايه هيواد يمن څخه سعودي ته راغلى و او د نوموړي کورنۍ اوس په عربستان کي د تعميراتي کارونو يو شرکت لري چي ددي هيواد د وتلو او منلو هغو څخه دى .
د اسا مه بن ﻻدن مور د هغه د پلار محمــــد بن ﻻدن د څلورو ښځو څخه يوه ده. د ځينو په اند هغه د سوريي ده خو ځيني نور بيا وايي چي هغه د فلسطين ده.
د بن ﻻدن پلار د الوتکي په يوه پيښه کي هغه وخت چي بن ﻻدن ١٠ کلن و، ووژل سو. بن ﻻدن ته په ميراث کي دخپل پلار د جايداد يوه برخه ور ورسيده. اسامه بن ﻻدن په ١٧ کلنۍ کي د خپلي کورنۍ د يوي سوريايي نجلۍ سره واده وکى. هغه په همدي وخت کي په جده کي د شاه عبدالعزيز په پوهنتون کي شامل سو. په پوهنتون کي د هغه يو استاد عبدا لله اعزام چي د يوي کلکي اسلامي نظريي خاوند و، و.
",(٢٠٠١ کندهار) بن لادن د خپل زوى د واده پر محال وليدل سو
664,عزت الله ځواب _ جلال اباد,"
د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره لاس او ګرېوان شول .",دختيزې سيمې ليکوال اوژورنالستان دننګرهار
665,,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٦
کابل : د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه نن د افغانستان د طبي کارکوونکو يو پلاوى د روغتيا د پخوانۍ وزيرې سهيلا صديق په مشرۍ کې د څونامې تر ټولو ډير ځپل شوي هيواد اندونيزيا ته خوځيدلى دى .
افغانستان به له دغو ډاکټرانو سره وينه هم ورکوي . دغه وينه کابل مېشتو ورکړې ده . د هند په سمندر کې تر زلزلې وروسته توغياني څپو چې څونامي بلل شوي نژدې ١٥٠ زره انسانان ووژل . ",افغانستان له څونامي ځپلو سره د مرستې پلاوى وليږه
666,عصمت قانع,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ١٧
کابل : فرهنګي کړۍ وايي چې د کيسه ليکوال عصمت قانع د لنډو کيسو څلورمه ټولګه په پېښور کې چاپ شوې ده .
(( د منار خواته )) د ښاغلي قانع د ځينو خپلواو ځينو ژباړل شويو کيسو ټولګه ده .
ادبي کړۍ وايي چې تېر کال هم د ښاغلي قانع د لنډو کيسو يوه ټولګه (( ناوې پل اخله جګيږه )) چاپ شوې وه .
",د منار خواته
667,,"
کلاس فرډينانډ د ٧٧ کالو په عمر په ډنمارک کې د جنوري په ٥ مه نېټه ومړو .
ارواښاد فرډينانډ افغانستان ته په لومړي ځل په ١٩٥٨ کال کې سفر وکړ . دۀ د دغۀ هيواد په سويل او ختيځو سيمو کې له کوچيانو سره اشنايي پيدا کړه .
ښاغلي فرډينانډ د افغاني کوچيانو پر ژوند ژواک ډيرې څيړنې وکړې . او ګڼ شمير کتابونه يې پرې وليکل .
",ډنمارکی مستشرق ومړ
668,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي١٧
کابل : د افغانستان د سترې محکمې سرچينو منلې ده چې يو قاضي يې په پلازمېنه کې د اگست او اکتوبر په چاودنو کې د لاس لرلو په تور نيول شوى دى .
د قاضي نوم نه دى اخيستل شوى . خو ايله څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي سترې محکمې ته د نويو قاضيانو يو ليست خپور کړ . ",نوى نومول شوى افغان قاضي ونيول شو
669,استاد سعدالدين شپون _ امريکا,"
د افغانانو د نيمي پېړۍ دوست ومړ
٦_جنوري _ ٢٠٠٥ ز
د افغانانو د نيمي پېړۍ خواخوږی ، د پښتنو د ترخو او سختو ورځو يار او د پښتنو د ژوند د تاريخ خوندي کوونکي کلاوس فرديناند د جنورۍ په پنځمه په ډنمارک کي ومړ .
کلاوس پسله مورګينستېرنه په ټوله اروپا کي د افغان پېژندوکي په حيث پېژندل شوی استاد و ، تر مرګ څو ورځي تر مخه يې خپل شاهکار د کتاب په بڼه چاپ کړی و.
د کلاوس نږدې کسان پښتانه کوچيان وو او په کابل کي به دده کور نه بهر ډير کله اوښان چو وو .
د کلاوس اتل چي تل به يې ياداوه ، د اکا خېل کوچيانو مشر ، مالک کاکو و .
ده ويل چي د مالک کاکو په شان هوښيار سړی يې نه په ختيځ کي ليدلی او نه په لويديځ کي .
ياد يې په خير ، ارواح دي يې ښاده وي او خدای خبر چي به دده ځای ژر ډک شي .
په درناوي
سعدالدين شپون
د امريکا متحده ايالات ",امريکا : د استاد سعدالدين شپون پيغام
670,,"
د نوميالي ډنمارکي ختيځپوه او افغان پوه کلاوس فرديناندد مړينې له کبله
٢٠٠٥ ، د جنورۍ ٧
ډنمارک ، کوپن هاګن
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه ، په ډېرې خواشينۍ سره د نامتو ډنمارکي ختيځپوه او افغانپوه کلاوس فرديناندله مړينې خبره شوه .
فقيد کلاوس فرديناند د افغانانو د ژوند او په تېره بيا د پښتني کوچيانو د ژوند او ژواک په اړه ډېر مهم علمي او څېړنيز کارونه تر سره کړي دي . د هغه آثار او څېړنيز کارونه د افغانستان د ټولنيزو څېړنو او د کوچيانو د ژوند او ژواک او دغه راز د دودونو او رواجونو په اړه يې په زړه پورې څېړنې کړې دي او له همدې کبله د هغه مړينه د افغانانو لپاره او د افغاني علمي او کلتوري کړيو لپاره هم د ډېرې خواشينۍ وړ ده .
موږ په داسې حال کې چې د هغوی په مړينه د ژورې خواشينۍ څرګندونه کوو، کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړو او هيله څرګندوو چې د افغانانو او افغاني ټولنې په اړه د هغه د مهمو آثارو د ژباړې او چاپ کار ته ځانګړې پاملرنه وشي .
په درنښت
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه ",اروپا : د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې پيغام
671,محمد نعمان دوست _ کابل,"
بې ځــــــــوابـــه
محمد نعمان دوست
دمني سړې سيلۍ له ونو پاڼې رژولې وې ، ساړه باد دهغوى لغړ او سپيره ښاخونه لکه زمو ږ ولس په خپلو منځو کې په جنګ آچولي وو . دکلي مشران دجو مات اخوا څنډې ته چېرته چې دباد مخه بنده وه ، پيتاوې ( لمر ) ته سره غوڼد ناست وو.خو مونږ لا د نن په سر ناتوا نه نه وو . په يخ مو پروا نه راتله ګرد خط مو ايستلى و او په منځ کې موورته چا ر مغز ايښي وو.
د مشرانو دخبرو غږ مو اوريد ، له خبرو نه يې خندا ډېره وه اونوره هم ډېريده . لو به مو بس کړه دهغوى په لور روان شو و ، مجيد ديواله ته جو خت ولاړ و ، ترپټولاندې سينې پورې ټينګ څه نيولي و، او دنورو خولې دهغه لورته له خندا وازې وې ،يوه غږ کړ : ښه نوکر يې موندلى دا وايه چې ډوډۍ خو در باندې نه پخوي ؟ بيا دخند ا هر شو ، ابل سر له پټو راو ويست : يو ځان شر موي او بل ... که ځوى واى بيا هم يوه خبر په تا څه سخته ده چې لور ځان سره ګرځوې ؟
مجيد ټولو ته وکتلې اوبيا يې غږ کړ : ګورئ ظالمانو ! زړونه مو نه خوږيږي ، څه ګلالي زامن مې وو ، خو چې دخداى رضا نه وه رانه وايې خستل ، په خپلو لاسونو مو راسره خښ کړل ، لور ا و زوى چا راښکلي او بيا زه خو ټوله زندګي کې ايکه يوه لور لرم او هغه هم دا سې لور ، مخ ورته له پټو راوويست ، هغې تورچنګ باڼه له سترګوو پورته کړل لمريې سترګې وه برېښولې په شوڼدو يې موسکا خپره شوه اوبېرته يې سر دپلار پر سينه کېښود ، ناست خلک ټول دهغه مظلوميت او ددې ما شومې ښکلا منتر کړل ، غلي کېناستل او مجيد مخ په کور روان شو .
د نرګس کوچنۍ پښې دتګ راتګ جوګه شوې او په ځينو کارونو کې خپل وس له مور سره مر سته کوله ، مجيد چې به کله دهغې په وړولاسونو کې لوټکه وليده رنګ به يې وغوړيد او سترګو کې به موسک شو .
نن شپه يې تر ډېره څنګ ته کېنولې وه ، سترګې څو ځلې خوب پټې کړې خو دده تر ې زړه نه مړېده بېرته به يې ويښه کړه .
اسويلى وويست ، ميرمن ته يې مخ راواړو : وطن کې نورې شپې نه تېريږي ، څه چې مو زده وه هغه ارزښت نه لري ، ته خبره يې زه سبا روان يم خو تا ته ايکي يو امانت پرېږدم ، منم چې له ما تا ته ډېره ګرانه ده خو بياهم ډېر اتياط پرې کوه بې ځايه لو بو ته يې مه پريږده هسې نه خداى نخواسته .... ستونې ډک شو ، په ويدو يې ښکل کړه او بيا خپل ځاى کې وغزيد .
سبا چې څنګه نرګس له خوب نه پورته شوه او دپلار په خالي کټ يې سترگې ونښتې ، په منډه مورته راغله ، هغې په اخوا ديخوا خبرو تېر ويسته.
. مورچې به يې کله ورته دکوم کار وويل ، د خاوند خبره ( ډېر اتياط پرې کوه .. ) به ورياده شوه بېرته به يې ورغږ کړ :ځه لورې ته کينه زه خپله ورځم ، ټو ل کارونه يې په خپل سر ا خستي وو ، خو ونه شوه دا څو مه ورځ وه چې کورکې خس خلاص شوي وو ، وړه لوريې له نورو کليوالو نجونو سر ه خاشاکو ټولولو ته وليږله ، تر ډېره ځايه يې ورپسې دبام له سر نه کتلې هغه له مخامخ غوڼدۍ واوښته .
زړه يې اوارډبيده ، غرمه شوه ، کله به بام ته وخته ، کله به يې دانګړ ورته ورمندې کړې ، دخاوند خبرې ذهن ته تلې را تلې ، بيا بام ته وخته په مخامخ غونډۍ يې سترګې نښلولې وې ،شيبه وروسته يو ډوب غږ دغونډې له سرنه راوا وښت ، په منډه له بام نه را ښکته شوه ، کله به بام او کله دروازې ته تله زمکې ځاى نه ورکو . دماسپښين داذان غږ شو بيا بام ته پورته شو ه دکلا شاته يې غږونه واورېدل په منډه را کوزه شوه لا دانګړ ورته نه وه رسېدلې چې دواړه پټې بېرته شوې .کليوال له کټ سره راننوتل دانګړ منځ کې کېښود . حويلى له ښځو ډک شو ، هغې دلور له مخ نه څادر پورته کړ ، ددواړو کوچنيو لاسونودبندونو پر ځاى يې سپينې لتې تاوې وې ، ديو ې سترگې ځاى يې پاغوندې نيولى و او بله سترګه يې پلستر وه .
چيغه يې کړ ه : نه دا زما لور نه ده ، دنرګس سترګې داسې نه وې ، داهغه نه ده اوله دې سره په زمکه راو لويده .
ښځې پرې را ټولې شوې ، يوې يې سر غيږ کې کېښود : ګوره خورې ! اوس هم دخداى شکر دى ، که په خپل وخت يې روغتون ته نه وى رسولې ترې خلاصه به وې ، هغه ښه شيبه غلې وه دخاوند خبرې په زړه را واوښتې يودم يې په کټ منګلې ښخې کړې ، زه به څه ځواب ورکوم هغه په ما ډېر سپارښت کړى و، وايي کنه څه ځواب ... ؟
ښځو يو بل ته کتلې ، ټولې غلې وې ، هغه يې له کټ نه لرې کړه نصيحتونه ورته پيل کړل .
دلور ليدل نورهغې ته دخوشالۍ خبره نه وه ، په ليدلو يې او ښکې بهيدلې ، نرګس هماغه شان بې هوښه پرته وه کله به يې غږ کړ : دا څنګه توره شپه ده ، ريکن ولګوۍ هيڅ نه وينم، دمور په زړه کې به لمبه تاوه شوه شونډې به يې په غاښ کړې بېرته به غلې شوه .
××××
مونږ ته دا حال له وطن نه را غلي يو کليوال ووې ، له دې پس مو هره ورځ په کورکې په همدې اړه خبرې کېدې ، نن مې بيا په دې اړه مور لګيا وه ، لا په همدې خبرو کې وو چې ور وټکېد ، يو بل ته مو وکتل خو سره و مو نه پيژ ندل ، دپاتې کېدو ټينګار مې وکړ ، هغه زما دمشر ورور دنوم پو ښتنه وکړه ، د حجرې ور مې پرانيست هغه وې زه دهاشم اوښى ( اخښی ) يم ، خورزه مې راو ستې شير پاوهسپتال کې بستر ده .
مورته مې دهغه په اړه ووې ، هغه ژر ووې زمونږ چې په کې بحث وو ، دهما غې ماما دى .
سودا مې نوره هم زياته شوه د چايو پتنوس مې وروړ، هغه ټوله کيسه وکړه ، نورجګيده ماوې نه، نن شپه به همدلته يې . هغه وې : دامو دويمه جمعه ده ، ايله اوس مو کور پيدا کړ ، ځمه هلته به رآته خور او خورزه دواړه په تمه وي نن مو خارجوي ، شپې ته همدلته را ځو .
هغه له حجرې ووت او زما سودا يې نوره هم زياته کړه ، دنرګس دکو چينوالي څېره مې سترګو ته وړاندې – وړاندې کېدله .
کورکې مې دهغوى دراتګ ووې او زه په منډه بازارته لاړم .
هغوى لا نه وو را غلي ، راتګ ته يې ټول په تمه وو ، دموټر له هارن سره سم د دروازې د زنګ غږ را غى ، په منډه ووتم ور مې بيرته کړ ، هغه حجرې ته لاړ او دايې مور له اوږې نه نېوله وه کورته يې دننه کړه کټ کې وغزيده سپينه پرده يې پرې اواره کړه، دې مې دمور پر اوږه سر کېښود ښه يې وژړل ، خو هغه لکه چې پوره په حال نه وه ، کله به يې بې منګلو لاسونه له له پردې راوويستل مخ به يې اخوا ديخوا واړو بېرته به غلې شو ه.
هغې دخپلې لور کيسه پيل کړه ، مشر ورور مې دنرګس له ما ما سره په حجره کې نا ست و، څو کرته به جګ شوم خو تګ ته مې زړه نه کېده بېرته به کېناستم هغې کيسه خلاصه کړه ماته يې مخ راواړو : اسده تا خو نرګس ليدلې وه ، او بيا يې په چيغه وويل دا هما غه نرګس ...
مور مې بيا ترې پوښتنه وکړه ، هغې ووې : دواړه لاسونه يې بندونو کې پرې سوي وو ، يوه سترګه يې وتلې ده ، خودا بله دخداى فضل ده ټپ يې جوړشوى سبا ترې پټۍ لرې کوي .
دچاى پياله يې کېښوده په مخامخ غټه هنداره يې سترګې نښلو لې وې ، ټول غلي وو، يوازې راډيو وه چې غږېدله .يو دم له راډيو ديوې امريکايي مېرمن اواز له ژړا سره راووت ، ټول ځير شوو ، ددې ميرمنې خاوند دکويټ په جګړه کې چېرته چې يورا نيمي وسلې کارول شوې وې ، برخه اخسته وه ددې دنوې پيدا شوې لور پر مخ دهمدغو يورانيمي وسلو ا غيز شوى و اوپر مخ يې دوه درې توردا غونه پيدا شوي وو.
هغې په ډېرې خواشينۍ او ژړه غونې غږ وويل : که سبا مې لور په هنداره کې خپل داغونه وګوري اورانه وپوښتي څه ځواب به ورکوم ؟.
دنرګس مور په اوتر نظر نرګس ته وکتلې او بيا يې مخا مخ هندارې ته سترګې واړولې ولړزيده ، دنرګس په سينه يې سر کېښوداوداسې چيغه وويسته چې دټولو پښې يې سستې کړې .
١٣٧٨ – ٩-١٨ – کابل دفتح الله کلا ",""" او داسي چېغه يې وويسته چې د ټولو . . . "" "
672,عبدالله احسان,"
عبدالله احسان _ هالنډ ٦ _ جنوري _ ٢٠٠٥
په اسيا کې د طبعي بحران ځپلو سره
په هالنډ کې د مرستې ټولونې ملي ورځ
د څو ورځو راپه دې خوا هالنډيانو په د اسيا د بهران ځپلي ولس سره د خواخوږۍ په نيت مرستي ټولوي .
هالنډيان په ټولو ملي او نړيوالو رسنيو کي په پرله پسې توګه د مرستو غوښتنه کوي .
هغه مرسته چي د هالنډ تر اوسه د هالنډي ولس له خوا په اسيا کي بهران ځپلو ته ټوله شوې ده نن دپنجشنبې په ورځ سهار ٦٤ مليونو يورو ته رسيدلې وه ، خو د ورځي په پای کي تر يوې ورځي ملي کمپاين وروسته دا اندازه ١١٢ مليونو يورو ته پورته شوه .
په اسيا کي د طبعي بهران ( په اوبو کي د زلزلې ) د خبر د خپريدو څخه وروسته يو ځل بيا پر راډيو ، تلويزونونو او ورځپاڼو او ... کي هغه بانکي شمېره اعلان شوه کومه چي يو وخت پر افغانستان د امريکا د بمباريو پر وخت هالنډي ولس د افغانانو سره د مرستي په نيت نقدي پيسې ورليږلې .
دهالنډي مطبوعاتو دمالوماتو له مخي دا ځل ( بانکي شمېره 555 ) د نورو وختونو څخه توپير لري ، ځکه د هالنډ په پېښليک کي کله په يوه ورځ کي د ولس له خوا د مرستي په نوم نږدې ٤٠ مليونه يورو نه وي ټولي شوي .تر اوسه هيڅکله په دومره لوړ شمير پيسې دې بانکي شمېرې ته نه دي ليږل شوي .
نوموړې بانکي شميره په هالنډ کي د متحده خيريه موسسو( سامن هلپ اورخانيزاسي) ګډه بانکي شميره ده ، دا خيريه موسسې د بيړنيو اړتيا و په وخت کي په ګډه کار کوي . يو يې پلان وي ، يو يې اعلان وي ، او يو يې ارمان وي . ددوی پر دې ژمنو هله د خلکو باور راغی کله چي د ټيلفون له لاري ځانګړي بانکي شميرې ته د مرستو ليږدونو په ٢٢٠٠ تنو کارکوونکو کي د هالنډ د ولسي جرګې ، د وزيرانو د جرګې کارکوونکي ، او همدا ډول يو شمير نور لوړ رتبه مامورين او چارواکي وليدل شوه چي د شپې تر ١٢ بجو يې د عامه وګړو ټيلفونونو ته دمرستو ليږلو لپاره کار کاوه .
په وروستيو ورځو کي د هالنډ تر ټولو غټ ټيلفوني شرکت ، کا پي اين او د ټيلفون نورو ټولو شرکتونو هم د اسيا يي بهران ځپلو سره په مرسته راټولولو کي د پام وړ مرستي او اسانتياوي رامنځ ته کړې ، ټوله هغه کسان چي ګرځنده ټيلفونونه لري ، کولای شي په يو ليکلی پيغام کي ( خېف = ورکړه ) ( Geef ) وليکي او بيا ليکل شوی توری ( 2020) ته وليږي ، په دې ډول به د ليږونکي د کريډيټ څخه يوه يورو او پنځوس سينټه 555بانکي شميرې ته ليږل کيږي . همدا ډول له ټولو ( ګرځنده ، او تار لرونکو ) ټيلفونو څخه په 08001112 زنګ ووهي ، دې شمېرې ټيلفون ته په سلګونو د بېلابېلو شرکتونو کارکوونکي د يوې ورځي لپاره په وړيا توګه کار کوي ، تر څو د ټيلفون کوونکو د بانکي شميرو څخه د مرستي بانکي شميري555 ته پيسې وليږي .
نن د جنورۍ د مياشتي شپږمه نېټۀ د سهار د ٦ بجو څخه په ټوله هالنډ کي ٨ راډيو ستيشنونو په ګډه يوه ځانګړې راډيو وچولوله ، ددې راډيو نوم 555 پنځه پنځه پنځه و . (راديو پايف پايف پايف )
دا راډيو په ټول هالنډ او د هالنډ څخه بهر ټولو غټو راډيو ستيشنونو د ماخستن تر لسو بجو پوري په بېلابېلو لنډو او منځنيو څپو او همدارنګه د ايف ايم په څپه اوريدل کيده .
ټوله ورځ په راډيو کي په پرله پسې توګه د هالنډي ولس څخه غوښتنه کيدل چي ، اسيا ځپل شوې ده ، ځپل شويو وګړيو هر څه له لاسه ورکړې دي ، له اسيايي بهران ځپلو سره مرستي وکړئ . کله به د اوبو ږغ او کله د بې وزلو ميندو ، پلرونو او کله هم د تنکيو ماشومانو د ژوند وروستۍ هيبت ناکي چيغي اوريدل کيدې .
هالنډيانو ويل چي غواړي نن به راټولي شويو پسو اندازه ٧٥ مليونو يورو ته په رسولو سره په نړۍ کښي ددوی په اصطلاح ريکارډ جوړ کړي ، د هيلو پر خلاف دا اندازه د شپې ١٢ تر دوولس بجو پوري يو سل دوولس ميليونو يو سل څلور څلويښت زرو يورو ته ورسيده ، په راډيو555 کي اعلان وشو چي د هالنډ د شاهي کورنۍ څخه مليکې بياتريکس هم نوموړي بانک شميرې ته پرون پيسې ليږلي دي ، ونه يې نه غوښتل اندازه يې چاته وښيې .
555ځانکړي راډيو ټوله ورځ خپروني وکړې ، او تر هغه وروسته ټاکل شوې وه ، چي په بېلابېلو هالنډي تلويزيونو کي يوه ځانګړې خپرونه وکړي، تر څو وکولای شي لاډيري مرستي راټولي کړي ، پر ټلويزيون وښودل شوه چي په لسګونو زورو نر او ښځي ټيلفونونو ته ناست وو او پر08001112 د مرسته کوونکو له خوا راروانو ټيلفونونو ته په پرله پسې توګه ځوابونه ويل .په همدې ورځ د ټولو هغو کسانو چي د ټيلفون لپاره په کار ګمارل شوي وو ، ٢٢٠٠ ته ورسيد .
په دې کسانو کي د هالنډ پر پخواني لومړي وزير ( ويم کوک ) برسېره ، اوسنی لومړی وزيرښاغلي بلکن ، او دهغه مرستيال ( خيرت زلم ) او د کابېنې پر ځينو غړو برسيره د بېلابېلو ښارونو واليانو ، مشهورو سندرغاړو ، د تلوزيون مشهورو وړاندي کوونکيو او د مشهورو فلم جوړونکو برخه اخستې وه ، او په خپله يې د مرسته ورکوونکو ټيلفونونو ته ځوابونه ويل .
ها خوا د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي د ښار په منځنی برخه ( دام ) کي په لس ګونو زره خلک هغه کنسرت ته راټول شوي دي کوم چي د ځانګړي راډيو555 له خوا د مرستي راټولولو له پاره جوړ شوی دی ، په دې کنسرت کي مشهور هالنډي سندرغاړي سندري وايي ، کنسرت ته ننوتل وړيا ( مفت ) دي ، خو هلته به هغه کارتونه ويشل کيږي چيري چي مرسته کوونکي کولای شي خپل نوم ، پته او د بانک شميره وليکي ، او لاسليک وکړي چي له بانک څخه يې د هالنډۍ مرسته ټولوونکي ټولني بانک شميري555 ته پيسي وليږدول شي .
د هالنډي ولس له خوا مرستي لږ تر لږه د يوې نيمي ( 1.50) يورو څخه پيل بيا تر ټولو غټه د يونيفې انشورنس شرکت ( Unive Verzekeraar ) د درې سوه پنځوس زره يورو په اندازه مرسته وکړه . خو د مرستي ټولوني د ملي کمپاين د ورځي په پای کي دا ريکارډ په پرله پسې توګه مات شو . او د ځينو شرکتونو له خوا په غټو اندازو نقدي مرستي وشوې .
اروپايي وخت ماخستن نږدې لس بجې تر ټولو لوړه شمېره پيسې د سپورټ اکسي له خوا مرسته وشوه چي اندازه يې څلور سوه زره يورو وه . او په دې حساب د ټولو مرستو شميره اعلان شوه چي ٩٠ مليونه يورو ته ورسيده .
په دې کمپياين کي له ٦ کلنو ماشومانو نيولي تر ٨٠ کلنو زړو پوري په مليونونو وګړو ونډه واخسته .
يوه شپږ کلن ماشوم وويل : په هغه کوڅه کي چي مي کور دی او يوه بله کوڅه کي په کورونو وګرځيدم اود توپان ځپلو ماشومانو لپاره مي مرسته وغوښته ، ما د خپلو ګاونډيو ماشومانو څخه ٣٠ يورو راوړي دي او اوس يې بانکي شميرې555 ته اچوم .
د هالنډ لومړي وزير ښاغلي پر هالنډي ولس ته په داسي حال کي چې د مرستي ټولوني تالار ته راغلی و وويل : بهران ځپلي له لوږي او يخنۍ وژغورئ ! هغوی ستاسو هري يورو ته اړتيا لري،هغوی هر څه له لاسه ورکړي دي ، اسيا مرستي ته اړتيا لري ، مرسته وکړئ ، بانکي شميري555 ته پيسې وليږئ ،لومړی وزير د شپې تر ١٢ بجو پوري د مرسته کوونکو ټيلفونونو ته ځواب وايه ، د هغوی نوم ، پته ، او بانکي شميرې يې ليکل .
يوه بله ماشوم چي له څو تنو ملګرو سره د555 له له خوا راټلوشوي تالار ته راغی ، ويې ويل چي ټوله ورځ يې پر سړک د اسيايي توپان ځپلو سره د مرستي په نيت ګيتار ږغولی دی ، له خلکو يې ٣١٦ يورو ټولي کړي دي او اسيايي توپان ځپلو ته ليږي . ددې مقالې خپرولو پر وخت اوس هم په امستردام کي کنسرټ دوام لري ، او پر هالنډي ټلويزيونونو د اسيايي توپان ځپلو سره د مرستي راټولوني ملي کمپاين . او د ټولو شويو نقدو پيسو اندازه په هرو لسو دقيقو کي يو مليون جګيږي .
د ٦ جنورۍ د مرستي ټولوني کمپاين د شپې پر ١٢ بجې پای ته ورسید ، وروستۍ مرسته د يو مليون يورو وه چي د zorg_verzekeraar زورخ انشورنس شرکت له خوا وشوه.
٦ جنوري د لويديځي اروپا وخت ، 23:50 بجې ماخستن 112 مليونه يو سل څلور څلويښت زره يورو ټولي شوي دي ، دا اندازه به نن شپه ٦ د جنوري او رارواني ورځي نوري هم لوړه شي ، نوره هم جګيږي .
د يوې ورځي مرسته ټولوني په ملي کمپاين کي وتوانيدل چي له ولس څخه نږدې شپېته مليونه يورو د اسيايي هيوادونو بهران ځپلو ته راټولي کړي . دا کمپاين د سهار د شپږو بجو څخه پيل او د ماښام پر ١٢ بجې پای ته ورسيد.
د مرسته ټولولو لړۍ په هالنډ کي دوام لري ، ترنن وروسته به دموبايل ټيلفون له لاري د پيسو ليږلو ، او ځانګړي ټيلفون شميرې ته د زنګ وهلو برسېره کور په کور د مرسته کولو پاڼي هم وويشل شي ، چي د پوست له لاري به هر څوک وکولای شي د خپل توان په اندازه نقدي پيسې بانکي شميرې 555 ته وليږي .
",ميليونونه هالنډيان له اسيايي بحران ځپلو سره مرسته کوي
673,يوسف هيواددوست,"
د ډنمارکي افغانستان پېژندونکي کلاوس فردینانت د مړینې له امله
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي -فرهنګي څېړنو مرکز ( خپلواکۍ ) د خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نومیالی افغانستان پوه او وتلی ډنمارکي لیکوال ،ژورنالیست ،
څېړونکی او اتنوګراف کلاوس فردینانت د جنورۍ د میاشتې په ۵ نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
د افغانستان ټولې فرهنګي او علمي کړۍ او په ځانګړې توګه دلته په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) فرهنګي
مرکز او په ډنمارک کې د افغانستان اوسېدونکي فرهنګي او علمي شخصیتونه ځکه د کلاوس فردینانت
په مړینه خواشیني دی چې هغه د خپل خوږ ژوند ډېره او خوږه دوره په افغانستان کې له افغانانو او په ځانګړې
توګه له کوچیانو سره تېره کړه او وروسته له پراخو څېړنو او پلټنو یې د افغانستان د وګړو او په ځانګړي توګه د افغانی کوچیانو په باب یو شمېر ګټور کتابونه ولیکل .کلاوس د ډنمارک د ( شیلن ) د وچې اوسېدونکی و او د ( نیستیفل ) په ښار کې زېږېدلې و .پلار یې (یوهنس ) نومیده . هغه په ۱۹۵۳ ز کال کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته سفر وکړ ،یو کال وروسته یې مېرمنه هم ورغله ،هغه هم لیکواله او اتنوګرافه ده.هلته دوه کاله و اوسېدل .زیاتره به کابل ،جلال آباد،غوربند،لغمان ،او د افغانستان په ځینو نورو مرکزي سیمو کې اوسېده.دغه راز هغه په قندهار او هرات کې هم اوسیدلی دی .په دغو ټولو سیمو او د هزاره جات په سهیلي سیمو کې یې یو شمېر پلټنې او څېړنې وکړې .استاد فردینانت په دې هکله خپله وایی : (( موږ یو هیات وو او د سیمې د لرغوني تاریخ ،کلتور او اتنیکي ارزښتونو راسپول مو موخه وه.....[وګورئ د [[خپلواکۍ ]]د خپرونې د دریم کال اتمه ګڼه - ډنمارک )) ،دغه راز د افغانستان د لرغوني تاریخ په باب د دغه ستر انتروپولیجست او وګړ پېژندونکي یو شمېره مقالې او لیکنې د ډنمارک په پوهنتونونو ( د کوپنهاګن او آغوس د ښارونو پوهنتونونه ) کې هم تدریس کیږی،او یو شمېر یې په ورځپاڼو ،مجلو او بېلا بېلو خپرونو کې خپرې شوي دي .موږ هیله لرو افغانان د دغه ستر افغاندوسته شخصیت یاد تل وساتی او په دې توګه د افغانستان د اسلامی دولت او دملګرو ملتو د یونسکو د ادارې له چارواکو څخه غواړو چې د کلاوس فردینانت د تلپاتې یاد لپاره دهغه آثار او لیکنې راټولې او دافغانستان په ملي ژبې وژباړی.
موږ په داسې حال کې چې د هغه مړینه د ډنمارک ،افغانستان او ټولې نړۍ علمي - فرهنګي کړیو ته یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼو په توګه د هغه فرهنګیالې مېرمنې اودکورنۍ نورو غړو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي - فرهنګي څېړنو مرکز ( خپلواکۍ ) په استاریتوب
یوسف هېواددوست
",ډنمارک : دافغانستان د . . .خپلواکۍ دخواخوږۍ پيغام
674,,"
د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومي ١٨
کابل : د پاکستان تر ټولو ډيرې چاپېدونکې ورځپاڼې ، جنگ ، د متحدو ايالاتو د عدليې د وزارت يو اعلان خپور کړى دى چې پکې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د نيولو لپاره د پخواني ياد شوي انعام بيا يادونه شوې ده .
په دغۀ اعلان کې د امريکا د عدليې وزارت د هغو کسانو نومونه ياد کړي دي چې دوى ورپسې تر ټولو ډير گرځي .
ملا عمر په دغۀ کتار کې دريم دى خو اسامه او د هغۀ مرستيال لومړني دوه مهم کسان بلل شوي دي .
د اسامه بن لادن د نيولو لپاره د معلوماتو سپارونکي ته ٢٥ ميليونه ډالره او د ملا عمر لپاره ١٠ ميليون ډالره انعام ټاکل شوى دى . ",امريکا د ملا عمر نيولو ته بيا انعام اعلان کړى
675,ډيوه,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٨
کابل : په يوې اټکل شوې څېړنې کې راغلي دي چې د ٢٠٠٤ کال په ترڅ کې تر ٣٥٠ ډير پښتو کتابونه چاپ شوي دي .
خو په دغۀ اټکل کې ډير کتابونه نه دي ياد شوي چې په همدې دليل ښايي ريښتينې شمېره تر ٤٠٠ کتابونو زياته وي .
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د دولت له لورې د پښتو هيڅ کتابونه نه چاپ شوي .
په کابل کې ادبي کړۍ وايي که له افغانستانه دباندې شتمن افغانان خپلې مرستې ونه سپموي نو دا هيله به بې ځايه نه وي چې په ٢٠٠٥ کال کې د پښتو چاپېدونکو کتابونو شمېره تر ٥٠٠ واوړي . ",٢٠٠٤ کال کې پښتو کتابونه
676,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ١٨
کابل : د افغانستان له مرکزي ولايت غور څخه رپورټونه وايي چې نژدې يو متر واورې د هرات او غور ترمنځ لويه لاره تړلې ده .
د غور والي عبد القادر عالم وايي که دغه ٥٥ کيلومتره اوږده لاره ژر پرانيستل شي نو په چغچران کې به د خوړو د کمښت ستونزه حل شي که نه نو له لوى مشکل سره به مخامخ شي .
د غور والي وايي د دغۀ ولايت په ځينو سيمو کې ١٥ سانتي متره او په نورو کې بيا تر ٥٠ سانتي مترو پورې واوره وريدلې ده .
افغانستان په تېرو شپږو کلونو کې وچکالۍ سخت ځپلى دى خو سږ کال په ډيرو سيمو کې واورې او بارانونه شوي دي . کارپوهان وايي يوازې د سږ کال ورښت به د وچکالۍ د ستونزو حل ته کافي نه وي . ",د هرات غور سړک واورو تړلى
677,خوشال فرهنګي ټولنه کابل,"
دنوميالي ډنماركي ختيز پوه اوپښتون پوه کلاوس فردینانت دمړينې له امله
دپوهنوال ډاکټر رشيد راليږنه
په خواشينۍ سره موخبر ترلاسه كړ چې نامتو پښتون پوه اوختيز پوه کلاوس فردینانت له دغې نړۍ څخه سترګې پټي كړې .
په دې كې شك نشته چې ختيز پوهان په لوديز اوختيزكې دپښتنودژوند اوكلتور دپيژندنې له مهمو سرچينوڅخه وواودي . دغوختيز پوهانو له نژدې درس سوو كالو راپه ديخوا دافغانانودتاريخ ، ژبواوادبياتو اوكلتور دپيژندنې په كار كې خورا رغنده اودپاملرنې وړفرهنګي كارونه او څيړنې ترسره كړي دي داسې چې دا به له پښتنواوپښتوژبې سره تلپاتې اوديادونې وړوې، ښاغلې کلاوس فردینانت هم په دغه ډله كې له هغو خواخوږو اوپه پښتنومينو پوهانوڅخه وچې دعمرزياته برخه كې په دغه لاره كې تيره شوه اوويې كولاى شول چې دپښتنوپه باب په تيره دپښتني پوونده ياكوچياني ژوند دفلسفي زيات حقايق دنړيوالو په واك كې وركړي . دده څيړنې به دشلمې پيړۍ په ترڅ كې له افغانانو اودافغانستان له علمي اوفرهنګې موسسو سره تلپاتې اوددرنښت وړ وي .
دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا،اواړونده پوهان اوفرهنګيان په افغانستان اوپښتونخواكې ددغه نوميالې پوه په مرګ خپله درنه خواشيني څرګندوې ، دډنمارك علمې اوفرهنګې موسسو اوددغه پوهاند كورنې ته دده دمړيينې له امله خپله خواخوږي څرګندوې . اوپه دې بآورلري چې پښتواوپښتنوته به دکلاوس فردینانت علمې اوڅيړنيزخدمتونه دتل له پاره ددرنښت اووياړاوچته اوتلپاتې ډالۍ وي.
اروايې ښاده
نصرالله حافظ
دخوشال فرهنګې ټولنې
لومړى مرستيال ",کابل : دخوشال فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام
678,,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٩
کابل : د سترې محکمې د موقتو قاضيانو په کتار کې د هغۀ قاضي نوم ښکاره شو چې څو ورځې وړاندې د امنيت چارواکو له دوو چاودنو سره په تړاو نيولى و .
دغه قاضي نقيب الله نومل شوى دى چې د امنيتي چارواکو په وينا يې د اکتوبر او اگست په مياشتو کې د کابل په دوو چاودنو کې لاس لارۀ .
په هغو چاودنو کې ١١ کسان وژل شوي و چې ځينې يې امريکاييان ول .
جنرال عبدالفاتح چې د پوليسو يو لوړ پوړى څارنوال دى وايي چې قاضي نقيب الله له بم چوونکو څخه خبر و او هغوى ته يې په خپل کور کې ځاى ورکړى و .
د هغو چاودنو په تور تېره اوونۍ چارواکو د تاجکستان يو استوگن نيولى و . ",نيول شوى افغان قاضي ونومول شو
679,,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٩
کابل : په افغانستان کې سرپرستې سترې محکمې خپل کار رسمآ پيل کړ .
د پيل لپاره په جوړو شويو دستورو کې د مجاهدينو دوو مشرانو پروفيسور رسول سياف او اصف محسني برخه اخيستې وه .
په خپلو ويناو کې دغو مجاهدو مشرانو وويل چې ستره محکمه دې د شرعيت په پلي کولو کې خپلې هڅې وکړي .
د سترې محکمې قاضي القضات فضل هادي شينواري په خپله وينا کې له مجاهدينو وغوښتل چې په خپلو مشورو دې دوى ونازوي .
د سترې محکمې موقتي جرگه گۍ تېره اوونۍ ولسمشر کرزي اعلان کړه خو ورسره سم يو قاضي د امنيت چارواکو ونيوۀ او ويې ويل چې په پلازمېنه کې يې د اگست او اکتوبر په چاودنو کې لاس لارۀ . ",سترې محکمې خپل کار پيل کړ
680,,"
ديوه رسمي فرمان په ترڅ کي د افغانستان بانک پتېيلې ده چي ټوله شخصي حسابونه به د يوې مياشتي په دننه کي د افغانستان بانک څخه بېلوي ، او په شخصي بانکونو کي به نوي بانک شميرې پرانيزي .
ټاکل شوې ده چي دافغانستان بانک به په راتلونکي کي لکه د نړۍ د نورو هيوادونو غوندي يوازي د دولت چارو ته ځانګړی شي .
تر اوسه په افغانستان کي ١١ بېلابېل شخصي بانکونه په کار بوخت دي . ",دافغانستان بانک دولتي چارو ته بېليږي
681,عبدالله احسان,"
د ختيځي سيمي د ژورناليستانو او ليکوالو خپلواکه ټولنه او رڼافرهنګي مرکز له خوا سبا د (مرغومي د مياشتي پر شلمه نېټۀ د ننګر هار په ولايت کښي د ارواښاد استاد اکاډيمسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مړيني څلويښتمه نمانځي .
ټاکل شوې ده چي په دې غونډه کي به هرات ، کندهار ، غزني ، کابل ، لغمان ، خوست ، کنړ ، نورستان ، مزار شريف ، ننګرهار او ځينو نورو سيمو ليکوال او فرهنګپال برخه اخلي .
غونډه به د سهار پر ٩ بجو نهو د ننګرهار ولايت د قبايلو چارو د رياست په انګړ کي پيل او د مازديګر تر څلورو بجو پوري به دوام وکړي .
د دې نمانځنغونډي چاري د ختيځي سيمي د ژورناليستانو او ليکوالو د خپلواکي ټولني د مشر ښاغلي لال پاچا ازمون او رڼا فرهنګي مرکز د مشر حاجي عبدالظاهر قدير له خوا د ننګرهار ميشتو فرهنګپالو په همکاري تر سره شوي دي .
بېنوا ويبپاڼه هڅه کوي د غونډي تر پای ته رسيدو وروسته د غونډي جزيات تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کړي .
همدا ډول نن د ١٣٨٣ کال د مرغومي دمياشتي پر ١٩مه نېټۀ چي د ٢٠٠٥ کال د جنورۍ د مياشتي د ٨ سره سمون لري ، د امريکا د نوي يارک په ښار کښي دخدای بخښلي استادعلامه رشاد بابا څلوېښتمه ونماځل شوه .
د نيويارک د غونډي راپور پر ليکه شو ، دلته يې ولولئ .
",ننګرهار : د علامه رشاد باباد مړيني څلوېښتمه
682,حبيب الله غمخور ، سويډن,"
په زياته خواشينۍ مي خبر تر لاسه کړ چي د ډنمار ک يو ستر عالم، ژورنالست او څيړونکي ښاغلي کلاوس فردينانت دروان زيږد کال دجنوري دمياشتي په پنځمه د عجل قضاته غاړه کښيښوده او دابد لپاره يي ددي دنيانه سترگي پټي کړي .
دکلاوس فردينانت مړينه د افغانانو لپاره ځکه خواشنونکي ده چي نوموړۍ په ټوله اروپا کي يو له لومړنيو هغو عالمنو او څيړونکو څخه ؤ کوم چي دخپل خواږه عمر او ژوندزياته موده يي په افغانستان کي دپښتنو او په ځانگړي توگه دافغاني پوونده وو(کوچيانو) دکلتور دود اودستور دڅيړلو په هکله دهيواد په سختو او ستونزمنو شرايطو او حالاتو کي تيره کړه،او پدي هکله يي له علمي او تاريخي ارزښتونو نه ډک اثار وکښل .
دغه لوي پوه او ختيز څيړونکي ددي لپاره چي وکولاي شي دکال په څلورو فصلونو کي دکوچيانو دژوند د ټولو اړخونو سره اشناشي او په ريښتنۍ توگه نړيوالو اودده داثارولوستونکو ته د پښتنو،کوچيانود ژوند او کلتور ټولي خواي او اړخونه داسي انځور کړي کوم چي په عمل کي وجود لري دهيواد هغو ځايو ته چي هلته کوچيانو دکال په مختلفو وختونو کي ژوندکاوه سفرونه کړي لکه : ننگرهار، لغمان ،شينوار،زابل،کندهار، هرات او هزارجات ځينو سيمو ته .
حقيقت دادی چي کلاوس فردينانت تر بل هر چا زيات دکوچيانو په هکله ليکني کړي، دده دغه علمي او فرهنگي څيړنيز چوپړ به دليري پراته هيواد ډنمارک د ستر عالم لخوا پښتنو او په خاصه توگه کوچيانو ته دهغه تل پاتي وياړلي ډالۍ وي .
زه داروپا په کچه دداشان ستر عالم او افغان پيژندونکي مړينه نه يوازي د ډنمارک علمي او فرهنگي کړيو او مؤسسو لپاره ستره اونه جبرا نونکي ضايع بولم ، بلکه افغانانو هم هغه نړيوال عالم او افغان پيژندونکی له لاسه ورکړ کوم چي هر څه يي درښتيا اوحقيقت په هنداره کي څيړل او ليدل ،دداسي يو بې پري پوه او عالم تشه به تر ډير ه وخته ډکه نشي .
موږ افغانان پداسي حال کي چي د استادکلاوس فردنيانت د کورنۍ پاتي کسانو،دوستانو او مينه والو ته دنوموړي په مړينه ژوره خواشيني او خواخوږي څرگندوو،وړانديز مو دادۍ چي ددي لوي عالم دافغانانو او افغاني ټولني په اړه دټولو اثارو په ملي ژبو ژباړه ،چاپ او خپروني ته ځانگړي پاملرنه وشي .
زه د کوچيانو دپخواني ريس په توگه دپورته ويل شوي وړانديز پلي کول د افغانستان داوسني حکومت دقومونو او سرحدونو دچارو وزارت د نشراتو درياست،دکوچيانو درياست او کوچيانو دشورا ستره دنده بولم.
ددي بيگانه ولي ډير نږدي ، وياړلي دوست او عالم درناوی او تل پاتي ياد به دهغه دعلمي او څيړنيزو اثارو په ژباړنه او چاپولوکي ښه څرگند او هميشنی شي .
روح دې خوشحاله وي
حبيب اله غمخور
دکو چيانو پخوانی ریس
په سويدن کي دخپريدونکي مجلي ”نوي هيلې مسؤل مدير ""
2005.01.08
",سويډن : د نوي هيلي دادارې له خوا د خواخوږۍ پيغام
683,بېنوا ويبپاڼه _ خپرنيزه څانګه,"
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغان فرهنګيان لګيا دي د خپلې ملي فرهنګي شتمنۍ د پراخولو په موخه علمي او اکاډيميک کتابونه يا په خپله ليکي او يايې له نورو ژبو څخه ژباړي .
له بده مرغه د جنګ په کلونو کې، د مهاجرت ناخوالو د فرهنګي کړيو ترمنځ مستقيم اړيکي ډېر کمزوري کړي دي .
په هېواد کې بدلونونه د علمي او فرهنګي فعاليتونو د پاره ورځ په ورځ شرايط لا ښه کوي او دا هيله به بې ځايه نه وي چې په راتلونکو مياشتو کې به دا لړۍ ډېره پراخه شي.
څرنګه چې زمونږ فرهنګيان سره خواره واره دي، د هغوی د علمي کارونو انسجام خورا ستونزمن دی .
بېنوا فرهنګي ټولنه وياړي چې د خپل فرهنګي مسئوليت پر بنسټ په بېنوا وېب پاڼه کې د افغانان فرهنګيانو تر منځ د علمي همکارۍ او تفاهم د اسانه کولو په موخه د روانو علمي څېړنو يوه پاڼه هم پرانيزي.
مونږ د ټولو افغاني پوهانو څخه هيله کوو چې د خپلو روانو علمي څېړنو په هکله مونږ ته په يوه يا دوو پاڼو کې معلومات راکړي چې مونږ يې د ”روانو علمي څېړنو پاڼه“ کې واچوو تر څو چې ټول علاقمندان پرې خبر شي.
",بېنوا فرهنګي ټولنه افغان پوهان سره راټولوي
684,,"
سپوږمۍ او راڼه ستوري ېې سوغات راوړي دي
جامــــــــــــونه ئې دمــــــــــــيؤ د حـــيات رواړي دي
(سوغات ) دکندوزولايت څخه خپرېدونکې کلتوري او ټولنيزه خپرونه ده ، چي د کندوزد ميشتو ليکوالو ، اوفرهنګپالو له خوا خپريږي .
مسول چلوونکی يې : عزت الله پاميراو مرستياله يې اغلی مرضيه ده .
بېنوا فرهنګي ټولنه وياړي ، چي د ويبپاڼي د رسنيو ځنځير ته يې يوه بله کړۍ ورزياته شوه .
سوغات پر ليکه شوه . چلوونکو او لوستونکو ته يې مبارکي وايو .
دسوغات مجلې سره پر لاندي پتو اړيکي ټينګولای شئ .
پوستي پته: د کندو ز د مخابراتو رياست پوست بکس نمبر (۲)موبايل: ۰۷۹۲۰۶۶۹۶- ۰۷۰۵۰۳۱۹۸ Email: niazmand0328@hotmail.com
څانګي ته د بېنوا ويبپاڼي څخه د ورتللو لار :
درسنيو ځنځير + پښتوسيمه ايزي مجلې + سوغات
يا يې دغه پته ووهئ :
www.benawa.com/rasanay/sawghat ",د کندوز والو سوغات
685,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٠
کابل : له هرات څخه رارسيدلي خبرونه ښيي چې تژدې ٥٠٠ کسانو چې د حج لپاره يې د سفر موزې په پښو وې گواښ کړى دى چې که ونه ليږل شي نو خواړۀ به نه کوي .
دغو کسانو ته په وروستۍ شېبه کې چارواکو ويلي دي چې د کسانو د ډيرښت له کبله نه شي تللى .
افغانستان ته سږ کال د ٣٠ زرو کسانو اجازه ورکړل شوې چې سعودي عربستان ته ورشي او حج وکړي .
په هرات کې ځينې کسان داسې شک کوي چې ښايي کابل به په ايران او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته اجازه ورکړي وي چې له هغوى څخه ٥٠٠ کسان د افغانستان په استازيتوب حج ته لاړ شي . ",د هرات حاجيان گواښ کوي
686,,"
",
687,انځورګر _ ننګرهار,"
انځورګر _ ننګرهار
د ننګرهار د پوهنتون د ختيځو ژبو د څانګي فرانسوی محصل
ښاغلی يارمحمد کوچی دعلامه رشاد صاحب خاطرې وايي
ښاغلی غلام نبي دارواښاد علامه رشاد پاکي روح ته دعا کوي
د کندهار ولايت څخه راغلي فرهنګپال
ښاغلی استاد رفيع ، ډاکټر عبدالرزاق پالوال ، ډاکټر طارق رشاد او ...
ښاغلی يارمحمد کوچی غونډي ته وينا اوروي
د غونډي يوه بله څنډه
په ننګرهار کي دارواښاد علامه رشاد بابا د څلويښتۍ غونډي ته راغلي برخه وال
د رڼا کلتوري مرکز مشر ښاغلی ظاهر قدير غونډي ته وينا کوي
په ننګرهار پوهنتون کي د ختيځو ژبو دڅانګي يو محصل غونډي ته وينا اوروي
ډاکټر طارق رشاد دغونډي برخه والو ته د وينا پر مهال
د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومي د مياشتي شلمه نېټۀ چي د ٢٠٠٥ زېږديږ کال د جنوري د مياشتي د نهمي نېټي سره سمون لري ، په ننګرهار كې د ارواښاد رشاد د څلوېښتۍ په مناسبت يوه ستره او پرتمينه غونډه رابلل شوه چې په كې د ننګرهار، كونړ، لغمان، زابل، كندهار، هلمند، پكتيا، خوست، پكتيكا، كابل، غزني او نورو ولايتونو ليكوالو او فرهنګيانوپه پراخه پيمان ګډون كړى و. غونډه تر غرمې مخكې پر لسو بجو پيل شوه، چې لومړى د قران كريم څوايتونه تلاوت شول.
وروسته ويناګانې وشوې، په دې برخه كې د لغمان والي شاه محمود ساپي، د ننګرهار والي حاجي دين محمد ويناوې وكړې، دغه راز د كندهار والي ګل اغا شېرزي پيغام د مجيد خان بابي له خوا ولوستل شو، چې د خوست د والي معراج الدين پټان پيغام بيا محمد الياس وحدت ولوست.
ورپسې استاد حبيب الله رفېع د علومو اكاډمۍ پيغام ولوست، خو د وخت د كموالي له كبله د نورو پيغامونو يوازې يادونه وشوه.
په ويناګانو كې استاد صميم، استاد رفېع،ډاکټر طارق رشاد، استادلال پاچا ازمون او نورو فرهنګيانو خبرې وكړې، د استاد پر كړيو كارونو يې كتنه وكړه، دغه راز يې ټينګار وكړ، چې د استاد پاتې اثار دې ژر تر ژره چاپ شي.
استاد صميم ټينګار وكړ، چې د استاد كورنۍ بايد د هغه اثار ژر تر ژره راډګر ته كړي او د چاپ لپاره دې نورو ته وسپاري. دغه راز دې د استاد په نامه پوهنتونونه، ښوونځي او نور مركزونه ونومول شي.
دغه راز دې په ننګرهار كې ننګرهار تجربوي ښوونځى د رشاد په نوم ونومول شي. چې دا يې پر ملت حق دى.
د خوست والي په خپل پيغام كې ژمنه كړې وه، چې د استاد يو اثر به كتاب به چاپوي او په خوست كې به يو ښوونځى د ده په نوم نوموي.
د پوهنتون، استادانو، شاګردانو، په سلګونو ليكوالو او له بېلابېلو سيمو څخه راغليو مينه والو په غونډه كې ګډون درلود، چې ډېر شعرونه، ويرنې او خاطرې هم ولوستل شوې.
لال پاچا ازمون او هنګامې اپرېدۍ يې د ويندويۍ چارې پرمخ بېولې، چې كوربه يې د رڼا كلتوري مركز مشر او د ننګرهار اول نمبر سرحدي لوا قوماندان ظاهر قدير و، چې ټول لګښت يې ده پر غاړه اخيستى و، دغه راز نوموړي په خپله وينا كې ژمنه وكړه، چې د استاد د پاتو اثارو دچاپ په برخه كې به ډېره مرسته كوي.
غونډه د درې نيمې بجې په شا و خوا كې د ارواښاد علامه اروا ته د دعايې په لوستلو سره پايته ورسېده.
",ننګرهار : دارواښاد استاد علامه رشاد بابا يادغونډه
688,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٠
کابل : د ننگرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د سپين غر په نامۀ يوه راډيو فعاله شوې ده چې په پيل کې به د ورځې اته ساعته خپرونې کوي .
د اوس لپاره په افغانستان کې ٤٠ خصوصي راديوگانې په فعاليت بوختې دي او څلور خصوصي تلويزيونونه هم په بيلا بيلو ولايتونو کې خپرونې کوي . ",سپين غر راډيو فعاله شوه
689,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٠
کابل : د هلمند ولايت چارواکي وايي د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې هره ورځ نژدې نهه زره کسان له حکومت څخه معاش اخلي او د خپلو سيمو په ابادولو کې خولې تويوي .
د هلمند والي وايي هره ورځ په زرګونو کسانو ته تر يو نيم سل افغانيو ډيرې پيسې ورکوي چې د خپلو کورونو ، پټيو او کوڅو په بيا رغولو کار وکړي .
د هلمند والي شير محمد اخوند د ځينو په ګومان تر فشار لاندې دی چې د کوکنارو په دغۀ ډير توليدونکي ولايت کې که فعال نه شي نو ښايي څوکۍ له لاسه ورکړي .
په کابل کې د اقتصاد کارپوهان د هلمند ولايت دا عمل د اوږدۀ مهال لپاره ګټور نه بولي چې هره ورځ دې دومره پيسې د ناڅرګندو کارونو په بدل کې وسپارل شي .
دغه کار پوهان وړانديز کوي چې ځايي چارواکي بايد خپله نوښت وکړي او خلکو ته داسې کارونه پيدا کړي چې هم لنډ مهالې او هم اوږدمهالې ګټې ولري .
دوی د سارې په توګه د هلمند کندهار د لويې لارې جوړول او يا هم د لښکرګاه او د هلمند د ولسواليو ترمنځ د سړکونو جوړول يادوي .
د هلمند په ولايت کې د ناد علي په څير ولسوالۍ چې مرکز ته نژدې پرته ده سړک نه لري .
د لښکر ګاه په ښار کې غځيدلی سيند هم پخې غاړې نه لري .
د بست د تاريخي کلا تر څنګ بهيدونکی دغه سيند د دغۀ ولايت او افغانستان دغۀ تر ټولو لرغوني ځای ته هم زيان اړولی شي .
د اقتصاد د ډګر کارپوهان وړانديز کوي چې ځايي چارواکي ښايي په دغو برخو کې له خلکو کار واخلي او د کار په بدل کې پيسې وروسپاري . ",هلمند کې ٩ زره کسان په کار ګمارل شوي
690,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢١
کابل : په يوې څېړنې کې راغلي دي چې د ناچاودېدليو يا بې ځايه پرتو پوځي توکيو له امله په افغانستان کې هر کال تر ١٠٠٠ ډير ماشومان ټپيانيږي .
د يوې نړيوالې څېړونکې ادارې له خوا خپور شوی رپورټ ښيي چې د وسلو ، ناچاودېدليو توغنديو او نورو پوځي سامان الاتو له امله تر هغه ډير ماشومان زيان ويني چې ښايي مځکني ماينونه يې ورورسوي .
دغه څيړنه ښيي چې له ١٩٩٧ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې په افغانستان کې ٦٠٠٠ ماشومان د يادو شويو پوځي توکيو له امله ټپيان شوي دي .
په ١٩٩٧ کال کې مځکنيو ماينونه د ټولو ټپي شويو افغان ماشومانو په سلو کې ٣٦ برخه جوړوله حال دا چې نورو پوځي توکو په سلو کې ٥٧ برخه درلوده .
څيړنه ښيي چې له ٥ تر ١٤ کالو پورې ماشومان تر ټولو ډير د زيان ليدنې له خطر سره مخامخ دي .
دغه ماشومان له ناچاودېدليو پوځي توکيو سه لوبې کوي او د لوبو پر وخت چاودنې زيان وراړوي .
څېړنه دا هم په ګوته کوي چې له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې په ټوله نړۍ کې افغانستان د ماينونو تر ټولو ډير قربانيان لرل . ",پوځي توکي هر کال ١٠٠٠ تنه افغان ماشومان ټپيانوي
691,سعيد لودين,"
سعيد لودين ټورنټو کاناډا
تېره اونۍ مي د بي بي سي په انټرنټ پاڼه کي دنړۍ له نورو خبرونو سره جوخت دغه خبر چي "" افغانستان د څونامي د ځپل شوو خلکو سره مرسته وکړه "" خدای و ريښتيا ډير خوشحاله کړم خو د خبر اخيرنۍ جمله چي "" افغانستان به دطبي پلاوي ترڅنګ وينه هم ور کوي "" نور هم تاثير راباندي وکړ. زموږ ګران هيواد افغانستان چي د تېرو دېرشو کلنو جنګي تاړاکونو دومره کمزوره کړی دی چي بېله بهرنيو مرستو دا لږه ارامي يې هم په خطر کي ده ، په دغسي حالت کښي د څونامي له ځپل سوو سره د مرستي ګام يې د ستايلو وړ دئ . موږ افغانان بېله وينو ورکولو بل هيڅ هم نه لرو،پنځويشت کاله وړاندي چي د کمونيزم بلا يو په يو د هيوادونو خوړل پيل کړي وه همدغه افغانان د همدغه وينو په ورکولو سره د نړۍ نور هيوادونه له دغه ستر ګواښ څخه وژغورل او نن چي بيا د افتونو بلا پر انسانانو حمله کړې ده نو د افغان په لاس کي که يې د مرستي لپاره غيران نسته په رګونو کي خو وينه لري او دغه وينه به يې يو ځل بيا د انسانانو په ژغورلو کي په کار راسي.
نن چي په نړۍ کي لوی او سرمايداره هيوادونه وآفت ځپلو ته د ډېرو پيسو په ورکولو سره خپل عظمت ښيي بايد د افغانستان نوم د همدغه سر لوړو هيوادنو د ليست په لومړي سر کي راسي ځکه افغانستان تر اوسه پر خپلو پښو د درېدلو توان لا نه لري خو د مرستي لاس يې و هغوی ته ور اوږد کړی دئ چي له مرګونو سره لاس و ګرېوان دي چي دغه کار نوموړی هيوادله ټوله نړۍ سره يو سوله خوښونکئ او همدرده هيواد ثابتوي زموږ د ګران هيواد د تل سر لوړۍ په هيله .
زړه دي ښه مه کړه د سـروزرو تحـفو ته
بـــې مطلبه يـــــاري نـــــــــه وي د خـانانو
که د زړه اوپه اِخـلاص قدر دي غواړې
پاڼي وګــــــــــــــــــڼه طــــلا د دروېــشانو
(سعيد لودين)
",زموږ ګران افغانستان د مرسته کوونکوهيوادونو په قطارکې
692,,"
١٣٨٣ د مرغومي٢٢
کابل : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی وياند ژان ارنولډ وايي په دغۀ هيواد کې د بې وسلې کولو لپاره په يوې نوې لارې غور کوي .
ښاغلی ارنولډ وايي د دغۀ پروګرام ترمخه به افغان حکومت د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کې وسله والې ډلې څيړي چې څه ډول ځواک لري ، په څه فعاليت بوختې دي او څومره کسان ورسره دي .
ښاغلي ارنولډ زياته کړه ، په افغانستان کې ډير داسې ځواکونه شته چې ښايي د مرستندويو ټولنو يا بيا رغاونکو پروژو په جوپړ کې وي خلکو ته ګواښ نه پيښوي .
دۀ وويل داسې ځواکونه هم شته چې يوازې يې له مخدره توکو سره کار دی . او داسې هم شته چې په دغۀ هيواد کې د جنګسالارانو په نامۀ ياديدونکو کسانو سره ملۀ دي .
ښاغلي ارنولډ وويل د افغانستان په ځينو ځانګړو سيمو کې داسې وسله والې ډلې شته چې نه يوازې د امنيت خرابولو سبب دي بلکه د بشري حقونو په تېريو او د مخرده توکيو په قاچاق کې هم لاس لري .
دۀ هيله وښوده چې د پارلماني ټاکنو تر وخته به دغه کسان جوت او بې وسلې شي . ",ملګري ملتونه د بې وسلې کولو نوې لاره خپلوي
693,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٢
کابل : د افغانستان د دفاع نوي ټاکل شوي وزير ستر جنرال رحيم وردګ ويلي دوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دي . ښاغلي وردګ د رايټرز له خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل د دې خبرو مانا دا نه ده چې ګواکې دوی د هغو طالبانو پر ضد خپل بريدونه بند کړي چې لا هم وسله ګرځوي .
ستر جنرال رحيم وردګ وويل داسې طالبان ډير دي چې غواړي خپلو کورونو ته ستانۀ شي او عادي ژوند وکړي .
دۀ د اسامه بن لادن په باب شک وښوود چې ښايي د ډيورنډ له کرښې سره په پرتو غرونو کې پټ وي . خو ښاغلي وردګ دا نه شوای ويلی چې د دغې کرښې کومې غاړې ته . د يوې پوښتنې په ځواب کې د دفاع وزير وويل که دا خبره معلومه وای لا د وخته به اسامه نيول شوی و .
د ښاغلي ستر جنرال خبرې په داسې وخت کې شوي چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د نړيوالو اېتلافي ځواکونو مشر هم له طالبانو سره خبرې ومنلې او ويې ويل ډير ژر به افغان حکومت په دې باب څه ووايي .
د نړيوالو ځواکونو مشر ويلي و چې ولسمشر کرزی به په دې باب خبرې کوي ، دا جوته نه ده جې د ستر جنرال رحيم وردګ دا خبرې هغه دي چې نړيوالو ځواکونو يې ژمنه کړې وه که د هغو لپاره نور انتظار هم پکار دی .
",ستر جنرال وردګ : له طالبانو سره خبرې کوو
694,,"
د طنز لپاره د پښتو ځانګړې شوې خپرونه ښاخۍ يوه کلنه شوه .
دغه مهالنۍ په جلال اباد کې خپريږي .
په افغانستان کې ادبي کړۍ ښاخۍ د د پښتو پر ادبياتو يوه ښه زياتونه ګڼي .
",ښاخۍ يوه کلنه شوه
695,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٢
کابل : په تېرو څو اوونيو کې په دوهم ځل د يوۀ لرغوني موميايي شوي مړي د موندنې خبر ورکړی شوی دی .
دا ځل د بلخ ولايت په يوې ولسوالۍ کې د موميايي شوي مړي خبر ورکړل شوی دی چې د ځايي چارواکو په وينا به کابل ته راليږدول کيږی .
دوه اوونۍ وړاندې د بدخشان له ولايت څخه هم يو خبر راغلی و چې ګواکې هورې هم دوه موميايي شوي مړي موندل شوي دي .
د هغو په اړه لا تر اوسه نور څه نه دي په ډاګه شوي چې په رښتيا هم موميايي شوي مړي و که د بدخشان په سړه هوا کې روغ رمټ پاتې شوي مړي .
د طالبانو په واکمنۍ کې د يوۀ موميايي شوي مړي په باب هغه وخت د درو هيوادونو ترمنځ لانجه پيدا شوه چې ايران او پاکستان په افغانستان کې د پيدا شوي يوۀ ظاهرآ موميايي شوي مړي په سر دعوه وکړه .
د هغۀ مړي په اړه وروته وروسته خبر خپور شو چې ګواکې موميايي نه و . ",د موميايي مړي د موندنې دعوه بيا شوې ده
696,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٣
کابل : په خبرو خبرې سرچينې وايي چې د افغانستان د راديو تلويزيون نوی مشر غوث زلمی ټاکل شوی دی .
غوث زلمی پخوا د تلويزيون د بوختونکو پروګرامونو وياند او وړاندې کوونکی و .
ښاغلی زلمی په دې وروستيو کلونو کې په هالنډ کې اوسيدۀ خو ويل کيږي چې ډير ژر به افغانستان ته ستنيږي .
",غوث زلمی د راډيو تلويزيون مشر ټاکل شوی
697,انجنير عبيد الرحمن بصيرت,"
انجنير عبيد الرحمن بصيرت
ګران انځورګر جان ته
ستا جار سم ، ددې ليکني په اړه د پاڼي کتنپلاوي ، سپک کړي يو ، او دا يي يوه بيځايه هڅه بللې ده ، بخښنه غواړم چي د پاڼي څخه يې ليري کوم ، او دلته يي ساتم ،
په درنښت : احسان
ملي سرود
ملي سرود يوه وړه خبره او يو وركوټى شعر نه دى . دا د ټول ملت آواز، كردار او د فكر ننداره ده . دا هره ورځ هر وخت د هر وګړي په خوله يادېږي . د وطن هر بچى بايد په دې پوه او په يادو يې ياد وي، چې موږ داسې هېواد داسې بيرغ داسې خلك او داسې نظام لرو . كه موږ اوسني قبول شوي سرود ته پام وكړو ورپكې ډېرې نيمګړتياوې ليدل كېږي .1. د اساسي قانون مطابق نه دى ځكه چې پكې قومونو نومونه مكمل نه دي ذكر شوي . مطلب دا چې صرف دا ياد شوي قومونه افغانان دي او دا نور لكه عرب، قرغز ، قزلباش ، ګوجر او براهوي هيڅ افغانان نه دي، ځكه چې ياد شوي نه دي اوكه چېرې مهم نه وي نو ولي په اساسي قانون كې يو شانې راغلې دي . بل پكې ډېروالي ته هيڅ توجه نه ده شوي . پښتانه او تاجكان پكې وروسته راغلي دي . 2. د بيرغ په كې هيڅ نوم ندى اخيستل شوي چې دمراسمو پر ځاى كولو وخت كې يې رپول او يادول ډېر مهم او ښايسته- خوندور بريښي . 3. افغانستان يې نه دى تعريف كړى صرف تل دې وي لفظ يې ويلى دى چې د يوه هيواد لپاره كفايت نه كوي . 4. د نظام په كې هيڅ يادونه نده شوي چې زموږ نظام اسلام دى چې هر وګړى په دې پوه شي چې اسلام زموږ په هېواد كې ډېر اهميت لري ځكه چې امريكا په ملي سرود كې هم In God we trust كليمه راغلې ده . كه چېرته پورتني ذكر شوې توري ضروري نه وي نو ضروري شيان څه دي . او كه په يو شعر كې دا ټول په ډېره ښه توګه ذكر شوي وي نو ښه به نه وي ؟ پټه دي پاتې نه وي چې ارواښاد بينوا شعر يې غوره كولو نو ولي يې دهېواد شاعران په عذاب كول او ورته يې وخت ور كولو . چې ورته يې وخت ور كړو نو اوس دې په مخ څپيړه نه وركوي او د اوسني سرود څخه دي مطمئن كړي . پاتې د تلفظ خبره شوه كه دوى عين په ځاى الف ، حي په ځاى هي د ډال په ځاى دال او غين په په ځاى ګاف تلفظ كوي نو زما د شعر (ړ) دي هم (لي) تلفظ كړي پروا نشته ځكه چې دا ددوى د خولې علت دى- نه زما د شعر كمبودي .داسې خلك هم شته چې (ر) هم لكه (لي) تلفظ كوي او د الله لفظ هم (اله) تلفظ كوي نو آيا دا د دوى كمزوري ده او كه د الله د لفظ؟ . خپل شعر يادوم
دا افغانستان سرلوړى هېوادپياوړى آزاد ښاد دي وي آباددا تور سور زرغون محراب او منبربيرغ هسك رپاند ځلاند لكه لمرالله اكبر الله اكبرشتمن دا وطن په ، پښتون تاجكبلوڅ، تركمن هزاره، ازبكعرب، پشه يي ايماق، نورستانيقرغز، براهوي قزلباش، ګوجروروڼه وروڼه دي ټول افغانان سترالله اكبر الله اكبرلوړې ارادې جګې حوصلېهر افغان لري د خدمت جذبېنظام مو اسلام - قانون مو قرآندا خاوره مو ځان زړه مو دى ځيګرالله اكبر الله اكبر
زه په خپله دا اوسنى قبول شوى سرود په مكمله توګه ردوم او د خپل شعر يوازې ""سرلوړى هېواد "" او د ""لوړى ارادې"" لفظونه ترې غوره او با معنى وينم . كه چېرته زما شعر ترينه ښه نه وي نو ټول هېواد وال زما پر شعر باندې نيوكه او تنقيد كولاى شي چې زه مطمئن شم . او كه ښه وي نو وايم چې د ادب په ميدان كې دي درغلي او خيانت نه كوي او ما ته دي د ډاډ او د وطن دوستى وياړ را په برخه كړي . د ټولو هېوادوالو دكتلو او د ريښتني فيصلې په هيله .په درنښت ",ملي سرود؟ (كره كتنه)
698,"""قيصر اپريدى""","
عکســـــــــــــــــــــونه
ددې وطن ددې اولس ددې كوڅو عكسونه هر چاته خپل عكسونه ښكاري د پردو عكسونه اى مصوره! دا فطرت درنه رنګونه غواړي د كاېنات په پاڼه تت شو د سپرلو عكسونه ستا د ميئن جانان د مخ كاسه كې څه پاتې دي دا دوه لېمه د سوزېدلو دوه ډيوو عكسونه د چا په سرو سترګو كې ستا د خوبولو سترګو كاش چې ليدلى وى د وېښو ويښو شپو عكسونه د خپلې وينې رنګ دې وسوځاوه تور دې كړلو نقاشه چا وو رغولي په لمبو عكسونه چې د مغرب پرېزادګۍ له رشكه لولپه شي قېصره ستايه د باګرام د ښاپېرو عكسونه. ",عکســـــــــــــــــــــونه
699,,"
١٣٨٣ د مرغومى ٢٣
کابل : ولسمشر حامد کرزي د محمد محقق زوى باقر محقق ته د سرو زرو مډال ورکړ ،
محمد باقر محقق د تيکواندو په نړيوالو لوبو کې ښه ځليدلى و . دغه لوبې د کاناډا په هيواد کې ترسره شوې.
محمد محقق د ولسمشرۍ په سيالۍ کې د حامد کرزي سيال و او تر هغه وړاندې د پلان د وزير په توگه هم ورسره پاتې شوې و .
د ١١ کلن محقق د مډال سپارنې په دستوره کې محمد محقق هم حاظر و .ولسمشر کرزي د سرو زرو د مډال او د يوۀ قلم د سپارنې پر وخت د تل غوندې ټوکه وکړه او ويې ويل په هيله دي چې يو وخت دغه کوچنى محقق هم ولسمشر شي . ",د محقق زوى د سرو زرو مډوال وگاټۀ
700,لعل پاچا ازمون,"
د لعل پاچا ازمون په زيار د گڼ شمير مقالو يوه ټولگه (( علامه رشاد په ننگرهار کې )) چاپ شوه .
په دغې مجموعې کې هغه مقالې ټولې شوي دي چې د علامه رشاد په ژوندانۀ د هغوى په وياړ جلال اباد کې جوړ شوي سيمينار ته اورول شوې وې .
په دوه سوه څو مخونوکې دغه کتاب د ننگرهار د رڼا مرکز له لورې چاپ شوى دى . ",علامه رشاد په ننگرهار کې
701,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٣
کابل : متحدو ايالاتو د افغانستان ګاونډي هيواد ازبکستان ته د ګزمې دوه کښتۍ ورکړي دي چې د امو پر سيند څارنه وکړي .
د امريکا سفارت په يوۀ بيان کې خبر ورکړ چې دغه کښتۍ ٢٠ متره اوږدۀ لري چې په اوکراين کې جوړي شوي دي .
دغه کښتۍ د پنځه نيم ميليونه ډالرو په لګښت په ځانګړې توګه د امو سيند ته په پام سره جوړي شوي دي .
",امريکا له ازبکستان سره د افغان پولې ساتنې ته مرسته وکړه
702,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٣
کابل :ولسمشر حامد کرزي د مخدره توکيو د قاچاق پر ضد د دۀ په وينا د جهاد غوښتنه کړې ده .
خو په همدې ترڅ کې ولسمشر دا نظر هم د پام وړ وبالۀ چې ځينو قاچاق وړونکو ته دې بخښنه وشي چې په دې ډول له قاچاقه لاس واخلي او خپله پانګه د هيواد په بيا رغاونه ولګوي .
ښاغلي کرزي کابل ته د متحدو ايالاتو د مشرانو د جرګې د ځينو غړيو د سفر پر وخت وويل دا نظر بد نه دی او ښايي ځينې خلک له وران کارۍ وګرځوي . خو د بشري حقونو د څار يوۀ څېړونکي دا نظر رد کړ او ويې ويل چې په افغانستان کې د مخدره توکيو په قاچاق بوخت کسان د بشري حقونو په تېريو هم تورن دي .
ولسمشر کرزي همدې ډول ويرو ته په پام سره وويل چې که بخښنه وي هم نو پخوانيو قاچاق وړونکو ته به وي او بيا هم بايد ښه په دقت دغۀ نظر ته وکتل شي او هر اړخ يې وسنجول شي .
تېر کال د افغانستان د کوکنارو کرکيله خورا ډيره وه . د ملګرو ملتونو يوه شمېره ښيي چې اوس د ټولې نړۍ په سلو کې ٨٧ کوکنار په افغانستان کې کرل کيږي . ",کرزی د مخدره توکيو پر ضد ( جهاد ) غواړي
703,سميع الله تړون,"
د ځوان شاعر سميع الله تړون شعري ټولګه (( بيا به ستا نوم په ژبه نه اخلمه )) چاپ شوې ده .
دا د کونړ مېشتي شاعر دوهمه شعري ټولګه ده .
په ادبي کړيو کې د ښاغلي تړون شعرونه ښه ارزول شوي او د ښه راتلونکي هيله ورڅخه شوې ده .د تړون د شعرونو خپرندوى مجيد مومند خپرندويه ټولنه ده
صحاف خپرندويه مؤسسه
کاسي روډ ، نورمسجد ته مخامخ ، کوئټه ، ټيلفون شمېره :ـ ٦٦٤٢٣٦-٨١-٠٠٩٢
بريښناليك :ـ palana_sahaf@yahoo.com
زموږ بانکي پته :Muslim Commercial Bank Ltd. ,Account No:1514
Prince Road, quetta - pakistan",بيا به ستا نوم په ژبه نه اخلمه
704,هدايت الله هدايت _ استراليا,"
دهدايت الله هدايت ليکنه
استراليا_ ١٢/ ١/ ٢٠٠٥
دعراق ټولټاکني د هغه هېواد دامنيتي ګډوډيو او د کورني سراسري ناخوښيو په چاپېريال کې را نيژدې کېږي. دبغداد د حکومت د دفاع وزيرد دې ګډوډيو اصلي پړه پر خپل ګاونډي هېوادونو په خاصه توګه پر ايران او سوريې باندي اچولی ده. دا حکومت په دې ډول غواړي دامريکا د دولت د نوې سخت درېځې ادارې هغه تورونه يو ځل بيا تکرار کړي کوم چي په لوي لاس غواړي د دې هېوادو پښه د عراق و لانجې ته را کش کړي. خو ځيني حلقي بيا دا هم وايې چي د عراق په کورنيو چاروکې د ايران ﻻسوهنه د عراق و عربي هويت ته لوي ګواښ پېښ کړيدئ . خو ددې ټولو خبروتر شا د ايران په هکله د بوش د ادارې لمړنۍ هدف په ايران کې داوسني اسلامي رژيم نسکوره ول دي . داسي هم ويل کيږي چي د عراق په ټولټاکنو کې د ايران راتلونکې هم مطرح ده.
په واقعيت کې د بوش د حکومت نوې اداره غواړي چي د عراق د لانجې او د هغه د شرمه ډک اشغال نه دخلاصون په خاطر او هم د مينځني ختيځ د نوې راتلونکي تشکل په خاطر و خپلې هغي په اصطلاح لويې طرحي ته ﻻره هواره کړي کومه چې لا پخوا ددې سيمي د رجه کشۍ دپاره يې دخپلي ستراتژۍ په سر کې ځاي ور کړی وو . ددې طرحي د تطبيق دپاره د بوش دادارې اصلي شعار يعني د«نوی ګواښ» په حيث دايران ټاکنه به شايد ددې ادارې په فکر يوه پر ځايه ټاکنه وي. دا ځکه چي ايران دامريکا د پاره په رشتيا هم داسي بهانې لري کوم چې دې هېواد دوه کاله مخکې د صدام حسين د رژيم په رانسکورولو کې هغه وکارول او خپل ځواکونه يې هلته ځاي پر ځاي کړل .
امريکا نن هم دهماغې نسخې په کارولو سره د ايران په هکله غواړي و نړېوالو ته دا وښيې چي دا هېواد د ډله ايزي وژني وسلې جوړه وې، دتروريزم پلوي کوي، دالقاعدې سره اړېکي لري او داسي نور... خو هغه څه چې واقعاً روښانه دي هغه داچې ايران دعراق د پخواني ړنګ شوي رژيم نه خلاف په رشتيا هم د داسي اټومي پروګرام په پراختيا بوخت دۍ کوم چي د امريکا دنظره د هغې نه د ناوړه احتمالي استفادې خطره دورايه ځيني ښکاري.
دبوش دادارې د ملي امنيت سلاکاره ډاکټره کوندو ليزه رايس او د متحده ايالاتو راتلونکې نوې د بهرنيو چارو وزيري لا پخوا ويلي وه چي واشنګټن به په هر هغه اقدام لاس پوري کړي څو د ايران حکومت دې ته اړ باسي دخپلې اټومي تګلاري نه لاس واخلي. ان داسي يوه غوښتنه لا داسرائيلو چارواکو چي پخپله په اټومي وسلو سمبال يو هېواد دۍ هم کړېده. دې هيواد دا خبره هم په ډاګه کړېده چي اسرائيل د ايران د اټومي تګلاري څخه د خطر احساس کوې او هغه د اسرائيلو و موجوديت ته لوی ګواښ بولي.
داسرائيلو مشرانو پر عراق باندي د امريکا ديرغل نه لا مخکې پر امريکايې چارواکو دا زور اچولۍ و چي ايران دي بايد دلمړني ګذار په حيث وټاکل شي. اسرائيلوا په هماغه وخت کې هم داسي يو پلان لاره چي دايران پر اټومي تأسيساتو دي ديوې مخنېونکې حملې په توګه ګذار وسی خو دا کار يې د واشنګټن و اشارې ته معطله کړي وواو تر همدې اوسه پوري يې ځيني ډډه کړېده.
ددې سره سره چي د سيمې وضعي اوس بدلون موندلی دۍ خو د واشنګټن اصلي هدف لا اوس هم د تهران داټومي مقاصدو ومخنېوی ته متمرکزه دۍ. دايران په هکله د امريکا سيا ست د ډېر پخوا نه ثابت پاتې دۍ. ايران په استراتژيک لحاظ په سيمه کي يو ډېر مهم هيواد دۍ او ددې هېواد کورنې او بهرني سياست په اساني سره په سيمه او ټوله نړۍ کي د تشنج او بې ثباتۍ د مېنځه وړلو د پاره ستر رول لوبولاي سي.
خو دا هم عجبه ايسي چي د امريکا په هکله دايران سخت درېزه کړنلاره کله داسي بڼه هم نيولې ده چي د متحده ايالاتو سره يې د همکارۍ معني ورکوله . د مثال په توګه ايران په کال ٢٠٠١ کې پر افغانستان باندي د امريکا د يرغل نه د واشنګټن ملاتړ وکړ. يا داچي ايران پر عراق باندي د امريکا د يرغل و ملاتړ ته د ځېنو هغو شيعه سازمانونو فعالول په حقيقت کې داسي يوحالت را مينځته کړ چي په هغه وخت کې دا کار دامريکا سره د ايران د مرستي کولو په نامه تعبير سو. خو دې ټولو هڅو داسي يوه وضعه را مينځته نکړل چي ګواکې متحده ايالات دي خپل دايران ضد سياست ته بدلون ورکړي. په دې اړه د متحده ايالاتو د دفاع سخت دريځه وزير دونالد رامسفلد د عراق د يرغل نه وروسته تل دا خبره کړېده چي ددموکراسۍ غزېدل به ډېر ژر د ايران لمني ته هم و رسيږي او د دې رژيم د سقوط موجبات به برابرکړي.
متحده ايالاتو ددې سناريو وتطبيق ته د ايران په ګاونډيو هېوادونو کي لا پخوا د خپل پوځي قواوو ځاي پر ځاي کېدل شروع او دايران محاصره يې بشپړه کړېده . ددې سره سره امريکا دا تلاښ هم کوي چي دايران په هکله په داسي اقداماتو ﻻس پوري کي څو ددې هېواد سياسي او ديپلوماتيک يوازيتوب وساتي او د دي هېواد اغېزه او نفوذ دهغه په انډېواله هېوادونو کې کمه کړي. په دې ډول متحده ايالات دايران په مقابل کي د مسقيمي او غيرمستقيمي بې ثباتۍ د استراتژۍ نه ګټه پورته کوي.
ددې نه علاوه د بوش اداره په دوو نورو دليلونو هم وايران ته سترګي غړولي او دا هېواد ورته زيات ارزښت لري. يو داچې دايران ژئو استراتژيک موقعيت او بل دهغه طاقتوره انساني او اقتصادي زيرمي دې چې دې هېواد ته يې ځانګړی ارزښت ور کړيدی. بل داچې دروسيې او چين سره ددې هېواد پوځي مرستې په سېمه کي دايران موقعيت د يوه مينځني ځواک په توګه ډېر پياوړی کړي او دې کار ايران د مينځني ختيځ په سيمه کې دامريکا دتل پاته تسلط په وړاندي د يوازنۍ پاتي مانع په حيث پراېښئ دۍ.
دبلي خوا واټومي وسلو ته د تهران لاس ته رسېدل به ايران په يوه داسي شريک بدل کړي چي کېداي سي د پنتاګون سره داړيکو په اړوند د امريکا د هغوسيالو هېوادو په کتار کي لکه اروپا، چين، هند اوروسيه ودره وې چې دهغه هېواد په مقابل کي به يې په يوې درنې وزنې باندي بدل کړي .
همدارنګه دتهران واکدارانو داسرائيلو په کشاله کې دښکېلو هېوادونو لکه لبنان، سوريه، حزب الله او ځيني نورو فليسطيني جنګيالي سازمانونو د دولتي او غير دولتي بازيګرانو سره په سيمه کې وروستنی پاتي ملګرئ دی . دغه منابع به په قطعي توګه د ايران د مرستو او د سيمې اويا نړېواله ملاتړ نه پرته به داسرائيلو د پوځي وړتيا په مقابل کې ډېر ضعيفه سي.
دمتحده ايالاتو او داروپا د اتحاديې ايديالوژيک يووالی دايران واټومي تأسيساتو ته د ننوتو هڅي اوس دادي نوې بڼه پيدا کړی ده. د يادوني وړ ده چې دايران پر ضد داسي يووالۍ ان په کال ١٩٩٠ کې هم کله چې عراق پر کويټ باندي يرغل وکړ راغلی وو. خو په دواړو حالاتو کې ددې کار هدف د اسرائيلو په ﻻنجه کې د يوزوره ور مسلمان قطب د را مينځته کېدو مخنيوی وو څو په دې ډول هغه و نه توانيږي په سيمه کې دپوځي ځواکونو انډول له مينځه يوسي. دم درحاله خو اوس دا وضعه د اسرائيلو په ګټه تمامه سوېده.
دامريکا اواروپا په مابين کې دهمدې ګډو هدفونو او د ورته نظر ديووالي سره سره ډېر داسي څه سته چې دهغوي د نظر بېلوالی هم څرګنده وي. داسي معلوميږي چي اروپائيان دې ته چمتودي چي که ايران د پوځي هدفونو په خاطر د خپلي اټومي لوېې غوښتني نه لاس واخلي نو په عوض کې به خپلي اړيکي دايران سره عادي کړي. خو متحده ايالات بيا په دې باور دی چې دا ډول شاته تګ بايد د هغوي په قول د نړيوالي ټولني اراده چي دايران د رژيم نسکوره ول غواړي بايد ټينګه او چټک کړل سي.
دايران د اټومي نيتونو دشنډولو په اړه اوس دوې ﻻري پرتې دي: يودپوځي ځواک له لاري ددې هېواد داټومي تأسيساتو له مينځه وړل او بل د ديپلوماټيکو فشارونو زياتوالي . دا دواړه به تهران و دې ته اړ کړي چي د خپلي اټومي کړنلاري څخه لاس واخلي. د لمړۍ فرضيې د وړتيا په هکله بايد وويل شي چي که داسي يو عملي وړانديز دځانه سره ډېر جدي ګواښونه نه درلودلاي نو تل ابيب او واشنګټن به دايران د اټومي تأسيساتو د مينځه وړلو دپاره به لا د پخوا نه ډډه نه واي کړی. ځکه اسرائيلو ان په کال ١٩٨٠ کي د اوسيراک کي په سيمه کې د عراق اټومي تأسيسات بمباري کړېوه.
ددې ملاحظاتو د په نظر کې نيولوسره دسياسي- ديپلوماتيک او اقتصادي فشارونو څخه استفاده د لمړيتوب ځاي نيسي. ددې سره يوځاي د تهران بيخي يوازي کول او هغه د خپلو سيمه ايزه انډېوالانو نه ليري ساتل هم يو ضروري شرط بلل کيږي. ددې فشارونو په نتيجه کې به ايران د پوځي ځواک د استعمال نه پرته ډېر ناتوانه سي. خو بيا هم دپوځي حل لاره هم د امکان نه ليري خبره نه ايسي.
په دې اړوند د امريکا ستراتژي دري جبهې د ځانه سره لري : په لمړي سر کې د لبنان-سوريې جبهه ده چي امريکا د فرانسې سره په لاس يوکولو سره پر سوريې باندي خپل فشار زيات کړی دئ. دملګرو ملتونود امنيت شورا د ١٥٥٩ لمبر پريکړه ليک دا غوښتنه کوي چې سوريه دي دلبنان نه خپل پوځونه شاته و باسي، د حزب الله غړي دي بې وسلې کړي او د اسرائيلود پولو په اوږدو کې دي د اسرائيلو ځواکونه ځاي پر ځاي سي.داسي معلوميږي چې دغو فشارونو اوس نوي حرکت پيدا کړی دئ.
داپريکړه ليک و سورېي ته ددي پټ پيغام رسول دي چي د ايران سره دې خپل پيمان وشلوي او دايران د انډېوال حزب الله نه دې ځان لېري کړي. پريکړه ليک تر هر څه نه وړاندي پر سيمه ايزه حل باندي هم ټينګار کوي او ددې امکان برابره وي چې په دې کشاله کې دفرانسي هغه موضعګيري هم ښه درک سي چې پخوا يې انتظار نه کېدئ. د فرانسي ددې اوښتني يوازنئ علت دواشنګټن سره ددې هېواد د نظر په ورته والي کې نغښتي دی چي د ايران او سورېي د پيمان د ګډوډلو معنا ورکوي.
د امريکا د متحده ايالاتو دبلي جبهي طرحه په عراق کي دايران د نفوذ کمول دي. هغه جګړه چي په کال٢٠٠٤ کې د انګليسي او امريکائي ځواکونو لخوا د امام مقتدا صدر پر ضد را شروع سوه يوازي په دې دليل نه وه چې ګواکې صدر د عراق د اشغال څخه ناخوښ وو. په دې جګړو کې د متحده ايالاتو اصلي هدف دا غوښتنه وه څو هغه جريانونه له مينځه يوسي کوم چې د تهران سره ټينګي اړيکې لرلي.
دبلي خوا متحده ايالاتو دايران د خلګو د مجاهدينود سازمان څلورو زرو غړو ته د سياسي پناهنده ګۍ ورکول دي. ددې نه وړاندي دامريکا متحده ايالاتو په خپل فهرست کې دا سازمان د يوه تروريستي سازمان په حيث پېژانده. خو ددې سازمان لخوا دايران د پټو اټومي برنامو لڅول ددوی او واشنګټن تر مينځ د نژدېوالي زمينه برابره کړه. او امريکا به شايد غواړي چې د هغوي نه په راتلونکې کې داسلامي انقلاب په راپرځولو کې استفاده وکړی کوم چي همداسي کار يې د عراق د اشغال نه وړاندي د احمد چلبي په لارښوونه د عراق د ملي کنګرې نه وکړ.
په پاي کي متحده ايالاتو د جګړه مارو ځواکونو ( جنګسالارانو) پر ضد دافغانستان ددولت دواک د ټينګولو په خاطر خپل انډېوال ښاغلی حامد کرزی دې ته و هڅاوه چې د هرات جنګسالاراو د هغه ولايت د مجاهدينو مشر اسمعيل خان چي دايران د نژدې ملګرو نه دئ د واکه ليري کړي. خو ددې سره سره تهران دافغاني سياسي تشکلاتو په شبکه کې چې د شمال دائتلاف په دننه کې ېي ځاي نيولۍ دی د ډېر پراخ او دوستانه اړېکو لرونکۍ دئ . د امريکا او افغاني چارواکو دپاره به څه ناڅه ګرانه وي چي په يو لنډ مهاله موده کې ددې شبکې نه دايران نفوذ کم کړي .
تر اوسه پوري خو د واشنګټن او تهران د ښاخ پر ښاخ کېدو څخه ډډه سوېده خو « د لوی مينځني ختيځ » طرحه چي د بوش دولت يې اجرا کول غواړي د دې سيمي د هېوادو د ګټو سره جدي ټکر پيدا کوي. چي ايران ته هم رسېدونکې دی. سره ددې چي په عراق کې دمتحده ايالاتو دپوځيانو د ستړيا نښي نښانې ليدل کيږي او وروستي پر مختياوي داسي څه وايې چې شايد دامريکا نوې اداره به دعراق په وړاندي پرخپلي راتلونکې ستراتژۍ نوې کتنه وکړي خو که متحده ايالات د ايران سره پر جګړه باندي په هره بهانه چې وي ټينګار وکې نودا به په يوه پراخه سيمه ايزه کشاله بدله سي چې ډېري نوري ستونزي به هم را وزېږه وې او کيداي سي چې ټوله سيمه د اور په لمبوکې را تاو کړي.
اخځنونه :
*د بي بي سي خپروني
*د( لوموند ديپلوماتيک ) د جنوري دمياشتي ګڼه
*د ايران د (مهر) خبريزه خپرونه
",د عراق ټولټاکني او د ايران راتلونکی !
705,,"
ميرويس روغتون کندهار :
دڅونامي دزلزلي دمصيبت ځپلوسره دکندهاراوهلمنداوسيدونکودويني مرسته وکړه
دعامي روغتيادچارواکوپه حواله دکندهارڅخه ٥٠٠٠٠سي سي وينه اودهلمنددوﻻيت څخه ٥٢٠٠٠ سي سي وينه دهيوادولو لخوا تهيه اوکابل ته واستول سول٠
ټاکل شوې ده چي د ټوله شوې وينه به ډير ژر له کابل څخه په بهران ځپلو هيوادونو کي اړو ناروغانو ته وليږدول شي .
",د کندهار او هلمنداوسيدونکو وينه ورکړه
706,خالدهادي,"
ذبيح الله خوګياني د ١٣٥٧ کال د ميزان د مياشتی په څلورمه نيټه د کابل په ښار کښي سترګی نړۍ ته پرانيستلی دي ذبيح الله خوګياني د ١٣٥٧ کال د ميزان د مياشتی په څلورمه نيټه د کابل په ښار کښي سترګی نړۍ ته پرانيستلی دي .
زده کړه ېې تر لسم ټولګۍ پوري په کابل کښي کړې ده وروسته مهاجرت ته اړ شو او د وطن د نورو ځوانانو غوندي ئې په ١٣٧٥ لمريز کال کي خپله مېنه پرېښوده او پېښور ته وکوچېد.
د هجرت او پردېسۍ سره سره ئې لسم يوولسم او دولسم صنفونه په پيښور کښي ولوستل او بيا ئې څلور کاله په ځانګړې توګه د طب درس ولوست او د انګليسي د ژبي په زدکړه هم بوخت وو
له وړکتوب څخه ېې د پښتو ادبياتو سره ځانګړي مينه درلودله او دا سبب و چي دې ئې هم شعر اوشاعرۍ ته اړ ويست :
ښاغلی خوګياڼۍ په پښتو او دري ژبو کي زيات شمېر اشعار ليکلي ا وويلي ، چي په دې نژدو کښي ئې د خپلو اشعارو يو ټولګه هم چاپ ته تياره کړې ده.
محترم ذبيح الله خوګياڼي اوس د امريکا د متحدو اياﻻتو د کاليفورنيا په ايالت کښي د خپلې ميرمنی او دوو ګلاليو بچيانو سره ميشت دی.
د شعر يوه نمونه په لاندي ډول ده :
غږ په ما کړه
ای د زړونو خريداره غږ په ما کړه
د مين زړګې قراره غږ په ما کړه
پټه مينه مي په زړه کښي بار د ربه
ای د ميني طلبګاره غږ په ما کړه
زه د ميني بتخانه زه دي مسجد يم
ای د ميني پرستاره غږ په ما کړه
سور مي نشته د رباب ماته نغمه يم
ای د ميني غزل خوانه غږ په ما کړه
چي ارمان ارمان څپو مي زړه توپان کړ
ای د ميني کشتی وانه غږ په ما کړه
زه ذبيح د عاشقۍ په دام کي ګيريم
ای د زړونو مدد ګاره غږ په ما کړه ",ذبيح الله خوګياني
707,,"
",
708,ا . پتری ( ډنمارک ),"
ا . پتری _ ډنمارک
نامتوډنمارکي ختيځپوه اوڅېړونکي کلاوس فرديناند،چې له څه دپاسه نيمې پېړۍ راهيسې يې په پرله پسې توګه دبشرپېژندنې په برخه کې څېړنې کولې،دروان زېږدي کال دجنورۍ په پنځمه دډنمارک په يوه روغتون کې ديوې لنډمهالې ناروغۍ له امله ومړ٠
دفقيدکلاوس فرديناندجنازه د٢٠٠٥ زېږديز کال د جنورۍ پريولسمه،دډنمارک په اغوس کې دفريدرېک کليساپه انګړ کې خاوروته وسپارل شوه ٠
دجنازې په دغومراسموکې دفقيد کلاوس فرديناندخپلوانو،دوستانو،يوشمېرډنمارکي اواروپايي ختيځپوهانو، دځينوعلمي اوکلتوري بنسټونواستازو،په اروپاکې دافغاني کلتوري ټولنودګډې جرګې استازي پلاوي اوپه ډنمارک کې مېشتو ځينوافغان قلموالواوروښانفکرانو ګډون کړې وچې شمېريې درې سووکسانوته رسېده٠
دتدفين دمراسموپه دويمه برخه کې،دمراسموبرخه وال ديوه موزيم تالارته وبلل شول چې لږه شېبه وروسته پکې دښاغلي کلاوس فرديناند يوشمېردوستانو ،همکارانو اومينه والو ديوې يادغونډې په ترڅ کې ،دهغه دعلمي ،کلتوري اوټولنيزشخصيت بېلابېل اړخونه ،په خپلوپېغامونو،يادونواويادښتونو کې وستايل چې په دغه لړکې په اروپاکې دافغاني کلتوري ټولنودګډې جرګه ګۍ دپيغام ډنمارکي متن ،دممتازارمان لخوا واورول شو٠په پېغام کې دپښتنوکوچيانودژوندوژواک په باب دښاغلي کلاوس علمي څېړنې ارزښتمنې اومړينه ېي لوېه تشه ګڼل شوې وه٠دفقيديوې همکارې وويل دا تالاردهغه دکلتوري اوعلمي زيارمېوه ده٠بلې بياوويل چې افغاني کوچيان دکلاوس دمينې وړ اولس و٠دفقيديوسپينږي ټولګيوال وويل افغان کوچيان دکلاوس دفکروخيال يادونواويادښتونومرکزي موضوع وه٠
خاوروته دفقيدکلاوس دسپارلودامراسم دورځې په دولسوبجو دشما ل د رنځوررنګي لمرپه تړمه رڼا کې پيل شوي ووخودامها ل چې ګړۍ پنځوته خوله جوړوله اوتورو ورېځودتورتم اويخنۍ غاښونه تېره کول ،مېلمنوهم لکه دکوچيانوکډې بارکړې٠
روح دې يې ښاد اوديادونوشونټۍ دې يې روښانه وي
",د ” نوميالي ډنمارکي افغانپوه “جنازه خاوروته وسپال شوه
709,,"
د افغانستان د دري فلمونو ستورى عبدالغني چې د کاکا غني په نامۀ مشهور شوى و د ٧٩ کالو په عمر په کابل کې ومړ .
عبدالغني يو له هغو فلمي ستوريو څخه و چې فني زده کړي يې نه وې کړې خو په پاخۀ عمر يې په يو شمېر دري ژبو فلمونو کې ونډه واخيسته چې د فرانسې هنري جايزې يې پرې وگټلې .
د دۀ يو له وروستيو فلمونو د عتيق رحيمي (( خاک و خاکستر )) فلم و چې په فرانسې کې ډير وستايل شو .
په همدې فلم کې د ښه رول له امله ارواښاد عبدالغني ته جايزه ورکړل شوې وه . ",افغان فلمي ستورى ومړ
710,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٤
کابل : د ولسمشر حامد کرزي په يوۀ فرمان کې راغلي دي چې د پخواني پاچا او د ملت د بابا محمد ظاهر شاه زوى ميرويس ظاهر د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د سلاکار په توگه ټاکل شوى دى . دا د ولسمشر محمد داود د حکومت تر نړيدو وروسته لومړى ځل دى چې د دغې کورنۍ يو غړى په دولتي څوکۍ گمارل کيږي .
د ولسمشر کرزي په فرمان کې سيد حسين فاضل سنگچارکي د اطلاعاتو کلتور د وزارت د نشراتو مرستيال ټاکل شوى او عمر سلطان د کلتوري چارو په برخه کې مرستيال نومول شوى دى .
نصرالله ستانکزى د همدې وزارت د گرځندوى د برخې مرستيال ياد شوى دى . ",د ظاهر شاه زوى د اطلاعاتو کلتور سلاکار وټاکل شو
711,,"
",
712,,"
شمله
د برتانيا په پلازمېنه لندن کې د افغان ادبي جرګې مهالنۍ (( شمله )) له چاپه راوتلې ده .
شمله د شهسوار سنګروال له خوا چاپيږي چې وروستۍ ګڼه يې د دريم کال او پرله پسې اتمه ګڼه بلل شوې ده .
په دغې ګڼې کې تر ډيره ادبي مطالب ځای شوي چې په لندن کې د ادبي غونډو او کلتوري فعاليتونو راپورونه هم ليدل کيږي .
",د لندن ( شمله ) چاپ شوه
713,,"
",
714,,"
",
715,ولي شا طبيب _ کندهار,"
ولي شا طبيب _ کندهار: ١٤_جنوري _٢٠٠٥ ",کندهار: د بيا جوړوني بهير ته لنډه کتنه
716,,"
",
717,,"
",
718,حبيب الله غمخور _ سويډن,"
د( مردم ) مياشتنۍ خپروني له ٨٢ يمي گڼي څخهژباړن : حبيب الله غمخور _ سويډن
هنديه يوه با احساسه او پر وطن مينه افغانه ښځه ده چي دافغانستان دبحران دشروع ( ١٩٨٠ ) څخه بيا تر اوسه پوري دنه ستړي کيدونکو تلاښونو په پايله کي يې په سلګونو زره ډالره دافغان يتيمو او بي سرپرستو ماشومانو سره مرسته کړې، يو ځل يي خپل نوم ندی اخيستی چي دا مرستي دچا اودچا دلور لخواليږل شوي دي.هنديه د ايټاليا د پلازمېني روم په ښار کي ژوند کوي، هغي پداسي حال کي چي افغانستان يي ندي ليدکي ولي دومره دخپل وطن او افغان ولس سره مينه لري چي د خپل عمر دريمه برخه دا وروستي ” ٢٥ ” کاله يي د هيوادوالو په ځاڼړي توگه د يتيمو ، بيوزلو او بي سرپرستو ماشومانو سره دمرستي په لاره کي تير کړي دي.پسله هغه چي دشوروي سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ او په نتيجه کښي يي افغانان ديار او دِيار (خپلوانو او وطن) پريښيدو ته مجبور شول او دپاکستان په کمپونو کښي يي دمهاجرت ستونز من ژوند اختيار کړ، هغي هم ملاوتړل ترڅود خپلوغمځپلوهيواد والو سره دژوند پدغو ستونزمنو شرايطو کي مرسته وکړي اود افغان ماشومانو لاس نيوی وکړي . دغه انساني هدف ته درسيدو لپاره هغې په ايټاليا اومختلفو هيوادو کي په عمو مي ټولنو ، ښونځيو او تعليمي موسسو کي په غم ځپلي هيواد افغابستان کي دماشومانو دژوند دستنزمونو او ناخواله شرايطو په هکله دلکچرونو په ورکولو سره په لسها وو زره دالره چي دنوموړي دلکچرونودورکولو په بدل کي يي ترلاسه کړي پاکستان ته د بيوزلو او يتيمو ماشومانو سره دمرستي په خاطر ليږلي دي. حيرانونکي خبره خو لادا هم ده چه هنديه په روم کي د خپل کور دناستي سالون هم افغاني گوډو ،شلو او ړندو ماشومانو ته وقف کړي و . او پخپله يې دهغوي سر پرستي کوله ،دنوموړي دنږدي دوستانو څخه يو تن وايي : هغي دخپل کور دميلمستون د پذيرايي په اطاق کښي هم ددې پر ځاي چي دميلمنو دناستي لپاره موبل او فرنيچر ايښۍ واي څلور چپر کټه ايښي وه او هغه افغان ماشومان چي د ايټاليې روم ته دلاس ، پښو او سترگو ددرملني لپاره راوړل کيده او سر پرست يي نه درلود هنديي هغوي خپل کورته راوستل او هلته يي دهغوي سر پرستي پخپله کوله.
يوه ورځ هنديې ماته وويل : (ماشومان چي پښه نه لري يو کال پکار دي چي دپښي هډوکي يي جوړ شي او که ضرورت پيداشي چي بايد پښه يي قطعه شي او مصنوعي پښه پيوندشي بيا هم يونيم کال مرستي او تداوي ته ضرورت لري، ميرمن هنديې دوه ماشومان هر يو نفيسه او ښاديخان چي پښي يي قطع کيدي او نوري مصنوعي پښي ورته پيوند کيدي خپل کور ته راوستل او دوه نيم کاله يي دهمدغو ماشومانو سرپرستي يعني هغوي ته ډوډۍ ،درمل، دخوب بستر ترتيبول او دهغو منظم پريولل دا ټول کارونه هغي پخپله سرته رسول .تر اوسه ايټاليا ته داشان ماشومان ” ٦٥ ” تنه راوړل شوي چي دهغه جملي نه يي ” ٤٠ ” نفره هنديي خپل کور ته بيولي او ديوي مياشتي نه تر دوه نيم کاله پوري هغي ديوي مهرباني مور په څير دهغوي روزنه او پالنه کړي ده. هنديې يو وخت ماته په تليفون کي د افغاني ماشومانو په اړه داسي وويل : دا ماشومان دحمام کولو په وخت کي دځان لو څولو په خاطر شرميږي،هغه چي لاس لري ولي پښه نلري کولاي شي د هغه سره چي لاس نلري مرسته وکړي ولي هغه نه حاضريده چيد هغه سره مرسته وکړي هغه صابون او کيسه کړي،ځکه زه مجبوره يم دهغوي سره مرسته وکړم. ميرمن هنديه دماشومانو سره ددغه شان مرستو کولو څخه هيڅ کله نده ستړې شوې ، دداشان کارو څخه چي مور او پلار هم کله کله خسته کيږي ولي هنديې هېڅ وخت شکايت ندي کړي،او دا څورلس کاله يي دبيوزلو او بي کسو يتيمو ماشومونو سره داشان مرستي کړي. هر وخت چي زه د هنديي ”دافغانستان” سره خبري کوم او دهغي څخه تپوس کوم چي څه پروگرام لري هغه په ځواب کي راته وايي : پلاني ښار ته ځم او هلته دافغانستان دماشومانو په هکله کنفرانس لري غواړم چي دنړيوالو پام دهغوي دژوند شرايطو او ددوي سره مرستو ته راوگرځوم ، دهغي نه مي يو وخت پوښتنه وکړه ته دا مرستي څڼه هغوي ته رسوي ؟ هغه جواب راکوي او وايي : يو امين او پاک لاسي سړی چي افغانستان ته ځي د هغه پواسطه يي ليږم تر څو يتيمو او بيوزلو ماشومانو ته ورسيږي.دهغي وروستۍ مرسته کابل ته نږدي په تڼي قلعه کي ديو مکتب جوړيدل دي چي د نهو سو ٩٠٠ زده کووکو لپاره ددرس ويلو ځاي ولري د ديرشو زرو يورو په شاوخواکي يې پيسي ور ليږلي دي . هنديه ددا شان مرستي پيسي د هغو لکچرونو په بدل کي پيداکوي کوم چي دنړۍ په نورو هيوادو کي يي د افغانستان په هکله ورکوي وي .هغي وويل : ما په ژينو او ويانا کي کنفرانسونه ورکړه او پيسې مي د يوي بهرني ساختماني شرکت په بانکي حساب کابل ته وليږلي ، هغه وايي : هر وخت چي زمانه غوښتل کيږي چي زه کنفرانس ورکړم دهمدغه کنفرانس په مقابل کي ماته پيسي راکوي او زه دغه پيسي افغانستان ته ليږم، په ٢٠٠٢ کال کي مي لس زره ډالره دسردار ولي دلور حميرا په لاس وليږلي تر څو په افغانستان کي بيوزلو ماشومانو ته ورسيږي ، علاوه پر هغه په ٢٠٠٣ کال کي مي دايټاليا په نورو ښارو کي کنفرانسونه ورکړه چي ديوه لکچر په مقابل کي يي 3200 يورو دبل په مقابل کي ٥٠٠٠ يورو اوبل ٧٠٠٠ يورو تر لاسه کړي او ټولي پيسي مي دمکتب دجوړولو لپاره وليږلې . هنديه وايي غواړم په راتلونکي کښي پيسي ټولي کړم اوهغوبي سر پرسته نجونو سره چي دشپي تيريدو ځاي نلري مرسته وکړم تر څو دلوږي مړي نشي .ميرمن هنديه اوس ٧٥ کاله عمر لري په دغه سن او سال کي انسان پخپله خدمتګار او مرستندوی ته اړتيا لري ولي هغه پخپله د خپلو هيوادوالو په چوپړ کي ده . دهغو هيوادوالو چي دا يوه کلنه وه دمور پلار ورور او خوندو سره يو ځاي له خپل پلرني وطن افغانستان نه تبعيد کړه شوه ، پداسي حال کي چي ددوي گناه يوازي د افغان ولس آزادي سرلوړي او ارامي وه نه بل څه !!! دادهغي گران پلار او مور اعلحضرت امان الله خان او ملکه ثريا او دهغوي اولادونه وه چي دپرديو په لمسون دمور يعني افغانستان له غيږي نه فرار ته مجبور شول . هنديه ” دافغانستا ن ” د ايټاليادروم په ښار کي لويه شول . په ځوانۍ کي يې د يوه ايراني کاظم ملک سره واده وکړ، دواده ثمر يي دوي لوڼي دي چي يوه يي ثريا اوبله يي همدم نوميږي.هغي پسله هغه نه چي د کاظم ملک نه جلا شول د ډاکټر روف افغان سره واده وکړ او خداي يو زوي ورکړ چي نوم يي سکندر دي ،اوس هغه دسکندر سره يو ځاي دروم په ښار کي ژوند کوي .ميرمن هنديه په ايتا لوي،فرانسوي او الماني ژبو پوره پوهيږي ،په فارسي ژبه خبري کولاي شي خو ليکل او لوستل پري نشي کولاي . دا فداکاره شهزاده گي چي ملکي ثريا ورته پخپلو پاکو شيدو کي دوطن پرستۍ او افغان سره دميني درس ورکړي دي . دهغي قدرمن ياد دي هميشه وي . حبيب الله غمخور :درنو لوستونکو دا مطلب د” مردم ” د مياشتنۍ خپروني په ٨٢يمه گڼه کي چي په امريکا کي خپريږي چاپ شوي ما تر لوستلو وروسته پريکړه وکړه ددي اتلي افغاني ښځي او افغان ولس ته گران او دافغانستان دخپلواکۍ دگټونکي غازي امانالله خان لور چي د ګران هيواد افغانستان دآزادۍ او افغان ولس دارامۍ د داخلي اوبهرنيو دښمنانو پواسطه دخپلي قهرماني او پر وطن ميني کورنۍ سره يوځاي وطن پريښودلو ته مجبور شوي وه او په حقيقت کي هغه وخت په هيڅ نه پوهيده وړه ماشومه وه ، خو داچي دغيرتي او پر وطن ميني کورنۍ لور او د افغاني باشهامته او ميړنۍ مور شيدي يي رودلي ٧٥ کلونو او په زرگونو کيلومتره فاصلي او له وطن نه ليري والۍ هغه له وطن او افغان ولس نه ليري او بېګانه نه کړه ، ددې دفداکاريو او خدمتونو دا لنډ ياد په پښتو هم تر جمه کړم ،تر څو زموږ هيواد وال پدي پوه شي : لمړي دغازي امانالله خان اولادونو وطن او ولس ندې هير کړي له بده مرغه زما په گډون موږ هغوي هير کړي دي، يوازي په کال کي يو ځل د امانالله خان نوم د خپلواکي دياد په مرا سمو کي اخيستل کيږي اوبس.دوهم : ولي تر اوسه دنوموړي دداشان انساني مرستو په هکله د نړۍ ټول په اصطلاح آزاد مطبوعات او ليکوال چوپه خوله پاته دي ؟ ايا تر اوسه هم زموږ دهيواد دآزادۍ او ترقۍ دښمنان دومره توان او طاقت لري چي زموږ څخه خپل پخوانۍ تاريخ ورک او هير کړي؟ اوددوي يعني بهرنيانو د تاريخي عقدو دسرته رسولو په خاطر افغان ولس سره دغازي امانالله خان د درنې کورنۍ دغړو مينه او علاقه په ځانګړې توگه د جګړي ځپلو ماشومانو او يتيمانو سره دمرستو رسولو او د هغوي افغاني احساس څرگندولو په هکله افغان حق شناس ولس ته دمعلوماتو دورکولو څخه ولي څوک ډار لري او ټول چوپ دي؟ هغوي بيا په افغانستان کي پاچاهي نه غواړي او نه هم دسياسي موخو پر اساس دافغان بيوزلو ماشومانو سره مرستي کوي او ديتيم خو بيا هيڅ هم په وس او اختيارکي نشته چي دوي ته يي ورکړي . زه پدې باور يم چي که کوم جنګسالار ، دتنظيم مشر او يا کوم دقدرت پر گدۍ ناست يا بهرنيو ملاتړوډيره لږه مرسته هم کړې وای راډيو گاني او مطبوعاتي خپروني به يې په تبليغ ستړي شوي واي او زموږ غوږونه به يي کاڼه کړي واي .ددغه موخي په اساس چي رښتيا رښتيا دي افغان نمک حلال او حق شناس ولس بايد په هر څه خبر شي ما دا لازمه وبلل چي بايد دا مضمون په پښتو تر جمه شي او د ويبپاڼو له لاري ټول لوستونکي ددې درنې او وياړلي کورنۍ په ځانګړې توگه دگراني خور هنديه ”دافغانستان” په اسلامي او ملي چوپړونو خبر شي .تير زېږديږ کال د اگست دمياشتي په يويشتمه کله چي دجرمني دکلن پښار کي د غازي امانالله خان دهيواد دسياسي استقلال د گټونکي او خپلواکۍ د تر لاسه کولو دخاطري د ياد د ٨٥يمي کليزي دياد په غونډه کي ميرمن هنديه ” دافغانستان” وليدل او دهغي سره مي خبري وکړي دوطن پرستۍ او افغان دوستۍ هغه احساس چي ما دنوموړي او ددي د ورور”شهزاده احسان الله ” په خبرو کي وليد زما لپاره دداشان پاک احساس څرگندوني ليدل لمړۍ ځل ړ چي اوس يي دلته ليکل ضرور او پر ځاي نه بولم دومره يادونه کوم : کله چي هغي دافغانانو او هيواد سره دخپل پلار، مور، ځان او کورنۍ دميني خبري اود افغانانودغمځپلي ژوند په هکله څرگندوني کوولي په سترگو کي يي له ورايه اوښکي معلوميدي. هيله مي داده چي دغازي امان الله خان کورنۍ اود هغوي کړني زموږ دهيواد نه هيريدونکي تاريخ په توگه تل ژوندۍ وساتل شي اوزموږاوسنۍ نسل ددوي په ژوندون او کړ نوخبراوسي ، خير دی که هغوي زموږدهيواد داستقلال ددښمنانو نه خوښيږي ولي دا بايد هير نشي چي هغوي زموږ دهيواد او تاريخ وياړ دي ،هغه ملت چي پخپل تاريخ نه پوهيږي او يا هغه ته دقدر په سترگه نه گوري زما په فکر هغه دخپل هيواد په جوړيدو کي کوم رول نشي لوبولاي او نه وطن ورته گران وي .زموږ دهيواد په تير تاريخ پوهيدلز موږ ټولو لپاره ضروري کار دي ،تر څو دهيواد په تاريخ پوه نه شو او هغه ته داحترام او درناوي په سترگه ونه گورو داستونزي نشو حل کولاي ",دغازي امانالله خان د لور” شهزادګۍ هنديه د افغانستان “انساني مرستي !
719,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ٢٥
کابل : د شمالي اتلانتيک د تړون استازې وايي چې دوى غواړي له کابله خپل سوله ساتى ځواک نور هم وغځوي او دا ځل به يې هوډ دا وي چې د افغانستان په لويديځ کې ځواکونه ځاى پر ځاى کړي .
ناټو د افغانستان په لويديځ کې هغه ولايت ياد نه کړ چې دوى ورته د خپلو ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو هوډ لري .
داسې گومان دى چې په لويديځ کې به د هرات ښار هغه ځاى وي چې سوله ساتى ځواکونه پکې ځاى پر ځاى شي .
ناټو په همدې ترڅ کې د افغانستان ماموريت بريالى بللى دي او وايي د پخوانيو ويرو خلاف اوس په افغانستان کې ستونزې مخ په ختميدو دي .
دوى دا هم وويل چې د افغانستان لويديځ ته به ځواکونه ښايي د ژمي په پاى کې وليږدوي . ",ناټو د افغانستان لويديځ ته خوځي
720,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٥
کابل : د جوزجان ولايت د سفر پر وخت افغانستان ته د متحدو ايالاتو شفير او د ولسمشر بوش ځانگړي استازې زلمي خليل زاد اعلان وکړ چې امريکا به د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لگښت په دغۀ ولايت کې يو برېښنا کوټ جوړوي .
ښاغلى خليل زاد د جنرال دوستم پلارنۍ ولسوالۍ ته د غځيدلې يوۀ سړک پخول هم په غاړه واخيستل او ويې ويل چې دغه څلور کيلومتره اوږد سړک به د متحدو ايالاتو په پيسو پخيږي .
زلمي خليل زاد له جنرال رشيد دوستم سره يوازې هم وکتل ، خو په شبرغان کې د جنرال دوستم يو شمير پلويانو ښاغلي خليلزاد ته د افغانستان د کابينې په باب شکايتونه وکړل او ويې ويل چې گواکې د دوى په وينا يوۀ قوم ته ډير ځاى ورکړل شوى دى . ",امريکا په جوزجان کې برېښنا کوټ جوړوي
721,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٦
کابل : د پکتيا والي اسد الله وفا وايي په لويې پکتيا کې ( خوست ، پکتيا او پکتيکا ) کې په سلگونو طالبان چمتو دي چې خپلې وسلې پر مځکه کيږدي او عادي ژوند ته راستانۀ شي .
ښاغلي وفا وويل دغه طالبان او قومي مشران سره په خبرو بوخت دي چې له دولت سره د دۀ په وينا ستونزې د خبرو له لارې حل کړي .
د پکتيا والي په افغانستان کې د امريکا له سفير زلمي خليلزاد څخه وغوښتل چې د لويې پکتيا د خلکو غوښتنه دا ده چې عادي ژوند ته ستانۀ شوي طالبان بايد د ايتلافي ځواکونو له لورې ونه ځورول شي .
خبري سرچينې وايي چې د لويې پکتيا په درو ولايتونو کې تر ١٠٠٠ ډير کسان په تېرو ١٨ مياشتو کې وژل شوي دي .
دا وژنې د القاعدې او طالب خواخوږيو ، دولت او نړيوالو ځواکونو ترمنځ جگړو کې شوې دي .
",د پکتيا والي : طالبان وسلې پر مځکه ږدي
722,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٦
کابل: د روسيې د دفاع وزير سرگې ايوانوف ويلي دي چې له طالبانو سره تش په دې نامۀ چې منځلاري لري جوړ جاړى بايد ونه شي .
ښاغلي ايوانوف په يوې غونډې کې د خبرو پر وخت د افغانستان نوې کابينه پر قومونو سمه وېشل شوې بللې خو وايي چې بايدد لږکيو ځينو مشرانو ته هم په کابينه کې ځاى ورکړل شي .
دوى د دغو مشرانو نوم وانه خيست خو ښايي جنرال رشيد دوستم او محمد محقق به يې ياداوۀ .
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د نوې کابينې تر اعلان وړاندې په هند کې د خبرو پر وخت د روسيې د دفاع وزير ويلي و چې گواکې افغان حکومت د دۀ په وينا د يوۀ قوم په ولکه کې دى .
دا هغه خبره وه چې کابل پرې غصه ناک غبرگون وښود . ",روسيه وايي له طالبانو سره جوړ جاړى خطرناک دى
723,,"
",
724,,"
",
725,,"
",
726,ډاکټر فاروق اعظم _ لندن,"
( البقره : ١٨٧ )
ښــــــــــځه ستر د سړي ده ، دی ددې يو د بل حيا ساتــــــــی کوي پردې
لکه چا پوري مښتي وي جامــــــــې هسي ټينګ سره موښتي يې نامې
نر او ښځه اړيکي لـــــــــــــري ژوري يو له بله په ګډه ژوند شير وشکري
په دنيا کي سره ګډ د ژوند ملګري اخرت کـــي هم يو ځای به سي بللي
دريغه څوک چي دوه ياران جلاکوي يا په منځ کي يې فتنې پيدا کوي
سل افسوسه که دوی خپله نه چليږي يو او بل ازاروئ کړي لغــــــــــازونه
د چا ژوند چي وي د بد ميړه په کور تر ها کور بوله په سل واري ښه ګور
بده ښځه هم د چا نه کړي مــــــــيرمن چي پر دې دنيا دوزخ د غم بړستن
ښه ميړه دی بېله شکه غټ رحـــــمت او ښه سځه ده بېشکه لوی رحمت
ګوره ! ښه ښځه د ښه سړي په خوا کي جنت دادی پريشانيو په دنيا کي
",ښه کورنۍ
727,,"
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغان فرهنګيان لګيا دي د خپلې ملي فرهنګي شتمنۍ د پراخولو په موخه علمي او اکاديميک کتابونه يا په خپله ليکي او يايې له نورو ژبو څخه ژباړي.
په هېواد کې بدلنونه د علمي او فرهنګي فعاليتونو د پاره ورځ په ورځ شرايط لا ښه کوي او دا هيله به بې ځايه نه وي چې په راتلونکو مياشتو کې به دا لړۍ ډېره پراخه شي.
د افغان فرهنګيانو او پوهانو تر منځ د علمي همکارۍ او تفاهم د اسانه کولو په موخه مونږ د ټولو افغاني پوهانو څخه هيله کوو چې د خپلو روانو علمي څېړنو په هکله مونږ ته لازم معلومات راکړي چې مونږ يې دلته د وطن والو د خبرېدا له پاره پر کرښه کړو.
په دې توګه به څېړونکي يو د بل له کارونو څخه خبر شي، يو تر بله به سره همکاري وکړای شي، د څېړنيزو موادو د لاسته راوړلو چاره به اسانه شي، د تکراري کارونو د ډېرېدو مخه به ونيول شي او زمونږ د پوهانو وخت او انرژي به، چې د هېواد تر ټولو ارزښتناکه شتمني ده، په لا اغيزمنه توګه په کار واچول شي.
له بل پلوه به د غه د روانو څېړنو د پېژندګلوۍ بين الافغاني زېرمه د ډېرو زده کونکو د پاره هيله بخښونکې معلوماتي سر چينه وي.
د روانو علمي څېړنو د پاڼې چلوونکی د فرانسې د ختيځو ژبو او مدنيتونو د ملي انستيتوت د پښتو څانګې غړی نجيب منلی دی. کولای شئ چې په دې پته ورسره اړيکي ټينګ کړئ : manalai@benawa.com
",د روانو علمي څېړنو پاڼه پرانستل کيږي
728,,"
ولي شا طبيب کندهار:
دجمعي په ورځ دجدي دمياشتي پر ۲۵ نيټه دکندهار دطبي ډاکترانو ټولنه تاسيس سوه ، په نوموړي غونډه کي چه دماپښين پر دوو بجو دکندهار په ښاري پولي کلينيک کي ترسره سوه يوتعداد ښځينه او نارينه ډاکترانو برخه اخيستي وه ، مؤسيسه غونډه دکلام الله دڅومبارکو ايتونو په طلاوت سره پيل سوه ،دغونډي اجنډا برخه والو ته واورول سوه ، او دغونډي مشرتابه هيئت وټاکل سو ، دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني اساس نامي ټول ۳۸ مادي غونډي ته واورول سوي او دبرخه والو وړانديزونه ته مثبت جواب وويل سو او اساسنامه په ډير لږ توپير سره درايو په مطلق اکثريت سره تصويب سوه ، وروسته دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني ريئس ،معاون او داجرايئه کميټي غړي دمستقيمو ،ازادو او پټو رايه ورکولو سره وټا کل سوه ، دکندهار دطبي ډاکترانو ټولنه به دلاندي موخو يا اهدافو په رڼا کښي او داساسنامی په حدودو کښي خپلي دندي ترسره کوي :
۱:انساني کرامت ته په احترام سره روغتيايي خدمات و اړو خلکو ته وړاندي کړي .
۲:دډاکترانو علمي اومسلکي سويي ته ارتقا ورکړي .
۳:ددوي دخپل منځي همکاري روحيه پياوړي کړي
نوموړي غونډه دماښام پر شپږو بجو په بري سره پای ته ورسيده
د غونډي ځيني برخي په انځورونوکي :
",دکندهاردطبي ډاکټرانوټولنه تاسيس شوه
729,,"
مرغومی ٢٧
د کنړ دولايت د سابندۍ په غرنۍ سيمه کي د ائيتلافي ځواکونو يوه بې پېلوټه الوتکه پرون د مرغومي دمياشتي پر ٢٦ نېټه رالوېدلې ده ، ديوې اوونۍ په اوږدو کي دا دوهمه بې پېلوټه الوتکه ده چي راوليږي .
د سيمي د اوسيدونکو په وينا ، دې الوتکي په په سيمه او د ډيورنډ د کرښې د دواړو خواوو پر سرونوپټي الوتني کوي ، او مالومات تر لاسه کوي .
د کنړ ولايت ، د امنيې قومندان په وينا ، الوتکه راغورځول شوې نه ده ، بلکي دتخنيکي ستونزو له کبله رالوېدلې ده .
",په کنړ کي الوتکه رالوېدلې ده
730,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٧
کابل: د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت مخکيني سلاکار او د دري ژبې کيسه ليکوال رهنورد زرياب د مطبوعاتو د يوۀ کميسيون مشري رد کړه .
ښاغلي زرياب وويل د دۀ په وينا دا کميسيون هيځ مانا نه لري .
دۀ گيله وکړه چې کار اهل کار ته تش يو شعار دى که نه نو ولې د پخواني پاچا زوى ميرويس ظاهر د اطلاعاتو و کلتور د وزارت سلاکار ټاکل شوى دى .
رهنورد زرياب تور ولگاوۀ چې گواکې ميرويس ظاهر نه په پښتو پوهيږي او نه په دري ژبه غږيدى شي .
د يادونې وړ ده چې ميرويس ظاهر په دې وروستيو کې د رهنورد زرياب پر ځاى ټاکل شوى دى . ",زرياب د ظاهر شاه د زوى ټاکل غندلي دي
731,,"
مرغومي ٢٧
سږکال تر اوسه پوري تر شل زره ډير افغاني حاجيان حج ته رسيدلي دي ، او لا يو شمير نور يې په هيواد کي د تللو لاري څآري .
تيره اوونۍ په کابل کي هغو حآجيانو کوم چي دحج سفر يې تر خپل وخت ځنډيدلی و ، د کابل په ښار کي په لاريونونو لاس پوري کړی و .
له بلي خوا نړيوالو رسنيو خبر ورکړی دی چي په مکه مکرمه کي هم افغاني حاجيان له ستونزو سره لاس او ګريوان دي ، دوی د خپلو لارښوونکو ( معلمانو ) څخه سر ټکوي ، او همداډول وايي چي په هستوګنځاينو ، روغتيا ، خوړو ، او حج د مناسکو په پوهيدلو کي ستونزي لري .
يوه حاجي وويل چي يو شمير حاجيان خپل لارښوونکي په ورځو ورځو نه شي پيدا کولای ، او هم ځيني حاجيان د ناوړه خوړو له کبله په يو شمير ناروغيو اخته شوي دي .
په کابل کي د حج او اوقافو د وزرات وياند دا نيوکي رد کړې ، او ويې ويل چي کله چي پاتي حاجيان هم ورسيږي ، د حاجيانو سره به يې همکاري نوره هم زياته شي . ",حج ته رسيدلې حاجيان ستونزي لري
732,حبيب الله غمخور سويډن,"
١٣٨٤ د غبرګولي اوله نېټه ( ژباړونکی حبيب الله غمخور - سويډن )
له روسي ژبي ايزويستيا ((IZVESTI ((ورځپاڼي څخه
مطلب ليکونکی : باريس پيلياڅين
دجاپان لرغون پيژندونکو په مصر کښې ډير پخوانۍ موميايي شوي مړۍ بدن وموند!
دمصر دتوريزم وزارت خبر ورکړ پدې ورستيو کې دجاپان د ((باسيدا )) دپوهنتون دلرغون پيژندني هغه گروپ چي دلسو کالو راپدې خوا دتاريخي اثارو او ابداتو په پلټنه بوخت دي دقاهرې دښار جنوبي برخي په ٨٠ کيلومترۍ کښي د پخوانۍهديرې په يو قبر کښي ديوه نارينه مړي بدن پداسي حال کي چي په تابوت کي پروت ؤ پيداکړ .
ددې تحقيقاتي گروپ مشر ښاغلی((ساکيدزي ايسيمورا)) وويل ،موږ دلرغون پيژندني دکيندنو په پايله کي چي د ((داسخير)) دسيمي په يوه پخوانۍ کليواله هديره کي مو تر سره کړې ديو نر داسي بدن چي په تابوت کي پروت و وموند ،دا جسد هيڅ ندی خراب شوی اوتر اوسه پوري په ښه شان ساتل شوی دی .
داسړی هغه څوک دی چي تر افسانوي فرعون ((توتانخامون )) يې ډير پخوا ژوند کاوه ،دده دبدن په هکله تر علمي څيړنواو پلټونو وروسته دا څرگنده شوه چي نوموړې د ميلاد څخه مخکي ( قبل الملاد ) څوارلسمي پيړۍ په دوهمه نيمايي او دپنځلسمي پيړۍ په شرع کي دلته ژوندکاوه ، او ديو شمير بيلگو نه داسي څرگنديږي چي نوموړي شخص يو دولتي جگپوړی چارواکی و.
دنوموړي سړي دسر برخه د سره او زرغونه رنگه ماسک پواسطه او دبدن پاتې برخه ئي په زيړرنگ پوښل شوي ده .
بايد يادونه وشي چي په مصر کښي دداشان موميايي شوو جسدو دپيداکيدو خبرونه يو په بل پسي خپرېږي .
دتير عيسوي کال په اخير کي يوه بل دلرغون پيژندني گروپ د((اوزيسي بحريه )) په نوم يوه سيمه کي چي دهيواد په لوېديځ کي پرته ده ((٢٠ )) موميايي جسدونه په يو پخواني قبرستان کي پيداکړه چي ددغو جسدو سابقه ٢٠٠٠ کالو ته رسيږي . تاريخ څيړونکي او پوهان دا لويه علمي بريا او لاسته راوړنه بولي .
",د سلګونو پيړيو وروسته يو موميايي شوی مړی پيداشو
733,محمدحسن حقيار_ ننګرهار,"
غــــــــــــــــــزل
دا چې څڅــــــــــــــيږي سپين غمي غمي له هاره چينه
مونږه وه غوښــــــــــــــتې سپينو لپو کې له ياره چينـه
دسهار ستــــــــــــــرګې يې ړندې کړې په تيارو ميـينو
مونږ ته ښـــــــــــــــــــکاره نه شوله دلته تر سهاره چينه
دآشــــــــــــنا سترګو کړل په سترګو کې رودونـه روان
او بــــــــــــياهم سترګو کړه په سترګو کې مهاره چينه
داشيـــن چمن منګى ترڅنګ ،وربل کې ګوتې وهي
دکلي مستـــــــــــــــــو پيغلو کړه ځانته هنداره چيـنه
دحسيـــــــــــــــــــــــــني هوډ ليوني اوجل وهلى مـنزل
خدايه ته کړې! دعشق کاروان ته ټوله لاره چينـــــه
اوس د هوسيو اوښکې څښي زمونږ په غرو کې شپانه
دتقدير(( ديو)) ترې تښـــــــــــــــــتولې ده حقياره چينه
١٣٨٢ -٦-١٤ ",د هوسيو اوښکې
734,,"
",
735,,"
مرغومی ٢٧ کابل
د ستري محکمې يوه مامور خبر ورکړی دی چي اتيا تنه زندانيان د ګوانتانامو له زندان څخه تر يو لړتحقيقاتو وروسته کابل ته راليږدول شوي دي ، او ژر به خوشي شي .
خو دا خبره د محکمې د مامور له خوا بيرته واوښته ، او ويې ويل چي نوموړي کسان د ګوانتامو څخه نه ، بلکي د کابل د باګرام د هوايي اډې څخه خوشي شوي دي .
نوموړي زندانيان ټوله نارينه و ، او د طالب او القاعده سره د تړاو په تور په بېلابېلو سيمو کي نيول شوي وو ، چي له تحقيقاتو وروسته د ائېتلافي ځواکونو له خوا د باګرام د هوايي اډي څخه د سترې محکمې ته سپارل شوي دي ، او ويل کيږي چي ډير ژر به خپلو کورونو ته ستانه شي .
په دې اړه دولت يا ائیتلافي ځواکونو لا تر اوسه څه نه دي ويلي . ",يواتيا تنه زندانيان خوشي شول
736,,"
سعودي عربستان ٢٧ مرغومی
د سعودي عربستان دولت خبر ورکړی دی چي ، راروانه چهار شنبه د عرفات ورځ او پنجشنبه (( ٢٠ _ جنوري ٢٠٠٥ = د ١٣٨٥ لمريز کال دسلواغې د مياشتي لومړۍ نېټۀ )) د لوی اختر لومړۍ ورځ ده .
",لوی اختر
737,,"
کابل . ٢٧ مرغومی
داطلاعات او کلتور وزير سيد رهين مخدوم ولسمشر کرزي ته وړانديز کړی و چي د په ټولو دولتي خپرونو کي به د پښتو اودري تر څنګه يو شمير نوري سيمه ايزي ژبي هم لکه ازبکي ، هزارګي ، ترکمني ، پشه يې ، نورستاني ، بلوڅي او يو شمير نوري ورزياتوي ، او انډول په لاندي ډول ساتي :
پښتو ٤٠٪
دري ٤٠٪
سيمه ايزي ژبي ٢٠٪
د اطلاعات او کلتور وزير انيس ورځپاڼي ته ويلي دي چي د ولسمشر له خوا يې وړانديز منل شوی دی ، او په راتلونکي کي به د ژبو انډول ته پاملرنه کوي .
انيس ليکلي دي چي ريس مخدوم داسي وړانديزونه ، او ژمني تر دې مخکي هم کړي دي خو پايله يې نه ده لرلې .
د اطلاعاتو اوکلتور پر وزير د تيرو دريو کلونو راپه دې خوا د مطبوعاتو د سانسور ، ليکوالوسره د ناوړه چلند، او ژبو د انډول نه ساتلو پرله پسې تورونه لګېدلي دي .
او له همدې کبله تيره مياشت ښاغلي عبدالحميدمبارز د اطلاعاتو اوکلتور په وزارت کښي له خپله کاره استعفی ورکړه . ",اطلاعات او کلتور دژبو د انډؤل ساتلو ژمنه کوي
738,,"
کندهار٢٧ مرغومی
د کندهار ولايت اوسيدونکو هغه خبر په کلکه رد کړی دی کوم چي وايي د کندهار ولايت او ولسواليو د اوسيدونکو د سرشميرني کار پای ته ورسيدی .
دکندهار ښاريان وايي ، دا کار نه يوازي دا چي ددوهم ځل لپاره پای ته ورسيدی ، بلکي تر اوسه پيل شوی نه دی .
يو ښار او ولسواليو يو شمير اوسيدونکو ، دمسجدونو امامانو ، او د ماموريتونو ، مامورينو ، او دکاندارانو نو نه د پوښتني په ځواب کي ټولو دا څرګنده کړې ده چي په کندهار کي يې نه د لومړي او نه د دوهم ځل لپاره د سرشميرني کارکوونکي ليدلي دي .
د کندهار اوسيدونکي فکر کوي چي کيدای شي هيئت کندهار ته راغلی وی خو سرشمېرنه د کندهار ولايت په هيڅ کومه سيمه کي نه ده تر سره شوې .
",د کندهار اوسيدونکي د سرشميرني راپور نه مني
739,,"
د امريکا د کليفورنيا د ايالت څخه دخپريدونکې دوې مياشتنۍ ( هيواد) خپروني ددوهم کال دوهمه ګڼه د ښاغلي محمد داود عابدي په مشري ، او سلطان محمود صلاح په مديريت له چاپه راوتلې ده .
نوموړې خپرونه سياسي ، ټولنيز او يو شمير ديني ليکني اوڅېړني خپروي .
د ( هيواد ) وروستۍ ګڼه په ٤٤ مخونو کي د ١٥ سرليکونو سره چاپ شوې ده .
دهيواد سره په لاندي پتو اړيکي ټينګ کړئ .
برېښناليک grang1312@yahoo.com
ټيلفون ( پاکستان) 03005921322
ټيلفون کليفورنيا:8184687105
",(هيواد) دوې مياشتنۍ
740,,"
",
741,,"
مرغومی ٢٧
د رويټر خبري اژانس خبر ورکړی دی چي هغه ٨١ تنه بنديان کوم چي نن سهار د افغانستان د باګرام د هوايي اډې څخه ستري محکمې ته ورسيدل ، د ژورناليستانو سره تر يو لړ خبرو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوه .
په نوموړو بنديانو کي د يو کال څخه بيا تر لسو
ورځو پوري په بند کي پاته شوي کسان وو .
بنديانو د زندان د کارکوونکو د وضعي څخه شکايت نه درلود . له دوی څخه يو شمير کسانو وويل چي اوس هم نه پوهيږي چي ولي نيول شوي وو .
",٨١ تنه ، افغاني زندانيان خپلو کورونو ته ستانه شول
742,,"
",
743,,"
",
744,,"
",
745,,"
",
746,,"
",
747,,"
",
748,صفيه حليم _ لندن,"
ميداس
زرگونه کاله کــــــيږي چي په يونـــــــان کښـــي دميـــــداس په نـــوم يو پاچـــــــا حکــــــــــومت کاوه، دده خــــــزانه د سرو زرو ډکــــه وه او ســــــره زر يې ډېـــــــر خوښــــــېدل. يوه ورځ دخـــــــــپلي ماڼۍ پــــــه باغ کي ناســـــــت وو چــي نابـــــــــبره يې يــــــــو بوډا ســــــړى مخـــــــــي تــــه ودرېـــــد، يو نانيــــــانو پــخوا په اســــــــطورو او ارواحــــــانو ډېــــــره عقېـــــــده لرله او مـــــــيداس خبـــــــر سو چي دا بـــــــوډا سړى سالـــــــي ينس نومېــــــــــده چي خلـــــــکو ته بــــه يې خېر رســــــاوه. ميداس دده په لــــــــــېدو خوشالــــــــــه سو او دده ښـــــــــه درنـــــــه مېـــــــــلمستـــــــــيا يـــې وکــــــــــړه. سالــــــــــي ينـــــس تـــــــرڅـــــو ورځـــــو پوري دده ميــــــــلمـــه وو او ډېـــــــر تــــرې خوشــــاله سو. کـــــله چـــــي دده د ټ وخــــــت ســـــــو نو د ميـــــــداس نه يــــــې پوښتــــــــنه وکـــــــړه چــــــي کــــه څـــه غـــواړي نــــو زه به ستـــــــا ارمان پــــــــــوره کــــــړم. ميــــــــداس هم دغـــــــه غوښتـــــــــل . ورتــــــه يې ويــــل : زه غـــواړم چي ډېــــــر سره زر ولـــــــرم.که داســـــــــي وسي چي هرشــــي ته لاس وروړم هغه دي د ســـــــــرو زرو سي نو زه به ډيـــــــــر خوشـــــــــاله اوســــــم. ســــالي ينــــــس وخنــــــدل او ورته يې وويــــــل (( ښه فـــــــکر وکــــړه داسي نـــــه سي چي پرخپل ارمـــــــــان پښېــــــــــمانــــه سې )). مـــــيداس وويـــــــل: هغـــــه څــوک چي دومره ســـــــــره زر ولــــــــــري ولــــــي بـه پـښـــــــيمــــــانه کيــــــــږي ، زمـــــا هــــم داغــــه ارمـــــــان دي . سالي ينـــــــــس په زوره وخـــــــندل او خپل سوټــــــى يې راواخـــيسته دميــــــــداس دسرنه يې درې ځـــــله تاو راتــــــــاو کړ او ورتــــه ويــــــې ويــــــل (( ستا ارمــــــــــان داهم اوس ترســـــــره کيږي )). ميـــــــداس دومره خوشـاله سو چـــــي سمــــــدلاسه يې نـــــــږدې ايښي چوکــــــــۍ تـــــــه لاس ور وړ ، چــــــوکـۍ دسرو زرو ســــوه ، بـــيا يې په مېـــز ايـــښي لوښـــو تـــه وار په وار گـــوتي ور وړلې او هرڅه په ســرو بدلـــېدل. ميداس دومــــره خوشاله وو چــــي هيــــڅ يـې ونه لېــــدل چي سالي ينــس څه وخـت له ستــــرگو پنــاه سو. ميــــداس تـه دا هرڅـــه يوه لـــوبه ښکــارېـــــده. پــــه مـــاڼـۍ کښــــي ايښــــــي ډير شــــــيان يې دسرو زرو کـــــړل ، کتــــابونه، انځـــــورونــــه،قـــلـم، کــــــړکۍ ..... بيـــــا داسي وسول چـــــي دى دمــــــاڼۍ نه بيــــرته دبــاغ پــــه لــــوري لاړ. گــــلونو ته يې لاس يـــــو وړ ، سره گـــــلاب دســــرو زرو ســـــــــول . دونــــو پاڼــــي شنې پاتي نــــه ســوې ، ټول په لــــــمر کښـــــي ځلېـــدل او ميــــداس دې هــر څــه تــــه خوشــــــــاله وو. تــرغــــرمې پـــوري همــــــدغــــسي ليا وو چـي د ډوډۍ وخت ســـــو نـو بيــــرته دننــــــــه ولاړ او پـــــــه مېــــز کيــــــــناســت ،نــــوکرانو ورتـــــه دخــوړو ښه ښه شـــــيان راوړل . پاچـــــــا ډوډۍ تــــــه لاس کــــــــړ خو ډوډۍ هــــــــــم دســــرو زرو ســول، پنـــــــير،غوښــــه،مېــوه،هــــرڅۀ بـــــه په سرو اوښـــــــتل . اوس نـــــــو دى وارخـــطـــــا ســــو ځـــکه هيــــــــڅ شــــــى يــــې نـــــسو خــوړلاي. دشـــــــرابــو جـــــام ته يــــــې لاس کــــړ خــــــــو جــــــــــام او شــــــــــــــراب هــــــــم پـــــه ســــــرو واوښــــــــــــــــــــــتل. مـــــيـــــــــــداس ډيــــــــــر بــــيـــزاره ســـــو. نـــه پوهيــــــده چــــي څــــــه وکــــــړي ، بـــــيرته دمـــــاڼۍ بــــــــاغ ته ولاړ او فـــکرونه يــــې کــــــــول چــــــي ځـــــان بـــــه څـــرڼه مــــــړوي. دســـــــرو زرو شيــــــــانو تــــه ډېـــر خوشــــــاله وو خــــــــواوس يــــــې داخــوشالي ورو ورو پـــــــه خــــواشيـــــني بـــــدلـــــېده. ده هـــــــم دغه چرتـــــــونه وهـــل چــــي نـا ببـــره د بـــــــاغ دپــــــوري خوانــــه يــــې وړې لــــور په ژړا ورتــــــه رامنـــــــډي کـــړې ، ميـــــــداس دلـــــور پـــــه ژړا خفـــــه ســـو او پوښتـــــنه يې تــــرې وکــــــړه چي څــــــه ســــوي دي ؟ لــــور يــــې ورتــــــه وويــــل (( وگـــوره بابــــا ! زمـوږ په بـــــاغ کي ټــــــول رڼيــــــن گــلان خــراب ســــــــوي دي . ددوي رڼ چــــا وړي دي ؟ خــــــــــوشـــــبويـــــــي هـــــــم نــــــه لـــــري. د رامــــــــبېـــل سپـــــــينـــي نـــــــازکـــي پاڼــــــــــــــي کـلـــــــــکي او ژيــــــــــــــــــــړي دي . داهــــــــرڅـــــــه چــــــــا بــــدرڼه کـــــــــــــــــــــړل؟)) ميـــــــــــــداس ورتــــــــــــه وويـــل: داگـــــلـــونــــه او دابــــــوي خــو اوس ډيـــــر قيـــــمتـــــي دي پــــــه دې يـــو گــــل تــــــــه ځــــــان تـــــــه ډيــري گلــدستې اخيــــــــــــستــــــلاي ســــــــې . خــــــو شـــــهــزادگۍ هم هغـــــسي ژړل او ويـــــل يې (( زمـــا قيـــمتي گـــــــل نــــه دي پــــــــه کــــــار ............ زمـــــــا سپـــــــين ، ســــــره ، کــــاسنــي او گـــــــلابــــــــي گلـــــونه پــــــه کــــار دي ، زه دگـــــــلونــــو وږمــې غــــواړمـه )). ميـــــداس نــــــور دخپـــــــــــلي لــــــــــــور ژړا تـــــــه نــــــسوټيــــــڼېــــــداي . ژر يـــــــې ورتـــــــه پـــــه ســــــــــر لاس کېــــــــښود چــــي هــغې تـــــه تســـلي ورکړي، خــــــو شهــــــــزادگۍ دســــــرو زرو په بــــــت بــــــــدله ســــوه. پاچــــــــا چـــي دلــــــور داحـــــال وليــــــــد نــــــو د ډېـــــــره غــــمه يــــې په ستــــــــــرگو کښـــــــي اوښــکي راغــــلې ، هــــــم هغـــــلتــه کيــــــناسـت او پـه چيـــــــــــغو چيغو پــــــــــــه ژړا ســـــــــو................ يــــــــوه خبــــــره يــې بيــــا بيا کولــــــه چـــــــي ((زمـــــــا ســــــره نــــه دي پــه کــار ...... زه خـپله لــور غواړمه )). دشـــــــــاهي ماڼـــــۍ ســـره نـــږدې يــــوه شـــــنه غونـــــډۍ وه او خلــــکو بـــاور کــــاوه چـــــي ټـــول ارواحـــــــان او اســــــــــطورې هم هـــــــلتـــــــه اوسيــــږي. ميـــــــداس سمـــــــدلاســــه دي غونـــــــډۍ تـــــــه وخـــــــــاتـــــه او ســـــالي يــنــس تـــــــــه يـــې آوازونــــــه کـــــــول. چــــــــي ستــــــــــړى ســـــو نــــــو يــــوې ونــــي تـــه يـــــې ډډه ولولـــــــــــــه. هـــــــــم هـــاغــــه وخــــــت ســـــــالـي يــــنـس ورتـــه مـــــــخي تـــــه ودرېــــــداو پـــوښتــــنه يـــــې تـــــرې وکـــــــړه چــــــي ولـــــي داسي غمـــــــــــجـــــــن يې ؟. مـــيـــــــداس د ډيـــــــــر غــــــــــم او ستـــــــــومـــانـــــــۍ نــــــه خبــــري نه ســـــــــواي کـــــــولاي . ســــــالي ينــــس بيـــــــا ورتــــــه وويـــــل (( تاســــره خو ډير ســــــره زر دي .......نــــو ولــــي ژاړې؟)) مـــــــــــيـــداس پـــــــــر پــــــښــو ور پـــــــــرېـــــــوتــــي او ويــــې ويـل : تا رښــــــــــتيـــــا ويــــــــلي وه . زه پـــــــــښــــــېمانــــــه يــم ..........زه د دنــــيا هــــريو شـــــــــي دســــرو زرو زغمــــــــــــلاي ســــم خـــــــو خپـــــــــله لـــور .........خپـــله نــــــــــــازولې لــــــــور دســـــــــرو زرو دبــــــت پـــــــــــه څــــــېر نســـــم ليـــــــــدلاي. زمـــــــا دهـغــــــې خنــــــــدا، دهغـــــــې خبــــــري يــــاديـــــــږي . زه پــــــه خېـــټـــه وږى يـــــم . خــــــــو هــــــيڅ شــــــــي خـــــــولې تــــــــــه نــــــــســــــم اچـــــــــــولاي . زه حــــــــريـــــــــص وم .........خــــــــــو زه اوس پــــــــــوه ســـــوم چــــــــي پــــه ژونــــد کښــــــــــي ســـــــره زر هــــــــــرڅه نـــــــــه دي . زه لـــــــه تـــــــا ډېـــــره بـــخــــښـــنه غــــــواړم خـــــــو اوس مـــــــانه داقـــــــدرت بيـــــــــرته واخـــــله . زه ديـــــو عـــــام انـــــــسان په شـــــــــان ژونــــــــد غـــــــــواړم. ســــالــــي يـــنـــس ورتــــه وويــــــل: (( ډيـــــره ښــــــه ده چـــــي تــــا پــــــه خـــــپلـه ســـزا ومــــــونــــــدله او پـــــــه خپــــــــلو کـــړو پـــــښـېـــــــمانـــه يــــې )) بــــــيا يـــــې ورتــــــه د درېــــــــدو امــــر ورکـــــــړ. مــــــــيـــداس دهـــغـــــــه لــــه پـــــــښـــو راپــــاڅـــــېــــد. نـــــو ســــــــــالي ينــــس دغـــــــونـــــــډۍ بـــــــــــــلي خـــواتـــــــــه بـــهــــېــدونــــــکي سينـــــــــد تــــه اشـــــــــاره وکـــــــــــــــړه او ويــــــــې ويـــــــــــــــل (( داســـــينــــــــد پيــــکټـــولس {Pactolus} نـــــوميـــږي . ورســـــه او ددې پـــــــه اوبــــــو کښـــــي ځــــان ومي-ـــــــنځه بـــيا پـــــــه يـــــو مڼي کــښــــــي ددې اوبــــــه راواخـــلـــــــه او پـــــه ټـــــــولــــــو هـــــغــــو شيــــــانــــــو يــې وشيـــنده چـي دســـــــرو زرو ســــــــــــوي دي )). ميـــــــداس پــــه منــــډه دسيـــند په لــــــــوري ولاړ او اوبــــــــو تــــه يـــې ورټـــوپ کـــــــړل . ځــــــان يــــې پــــريمنـــځۍ او بيـــــا يـــــــې يــــــــو مـــــــڼۍ راوغـــــــوښـــــــــتۍ . هــــــــغه يـــــې دســـــــيـند داوبــــــو څــخه ډک کـــــړ او خپــــــل بـــــاغ تــــه ولاړ . دا اوبـــه يې پــــر خــــــپلي لــــــــور وشيـــــندلې . هـــــــغه بيــــــرته ژونـــــــدۍ ســـوه . نــــو پـــاچـــــا ښـــکــــل کــــړه او بيا يــــــې نــــــوري اوبـــه پــــر گــــلانو او بــــوټــو واچـــــولې چـــــي هرڅه بيـــــرتـــه خپـــل اصل حالـــــــت تــــه وگـــــــرځي. پــــــــه يــــــونـــــان کـــــــــښــــــــي دپــيــــــــکــــټولــــــس نـــــــومــــي سيـــــنــــــــد ښــــــــــه زريـــــــنـــــــه ده او خـــــلــــک بـــــــــاور لــــــري چـــــــــي پــــه دې کـــښـــي مــــــــيــــــــــداس لامـــــــــــــبـــــــــــلي وه نــــــــــو ځـــــــــــــــکـــــــــه يــــــــــې ښـــــه طـــلايــې ســــــــــــــــــوه. ",ميداس
749,عبدالصمد روحاني,"
دژمي سړه شپه
دژمــي ســـړه شپه وه وه يـــخ داســـي لـــړزوونـــکــي وو چي تــــابــه وويــل څــــه د پــــاسه دري لـــويـــشتـــي واوره اوريـــــدلي ده دکــــلي د بـــعـضــي مســــجدونـــو پـــه گــويـاوو کي د پــيشلـــمي اعـــلانـــونه خپـــريــدل، ســـوړ اســويلــي مي وکيـــــښ د خـــوب لــه بـــسترڅــخه پــاڅيـــدم او لـــه ډيـــــري يخـــــنۍ څــخه مي په غــــوږونو کي داســي غــــوغا خپـــره وه لکه ټــــوله شپــــه چي مـــي د ژرنـــــدگړي وظيـــــفــه تـــــر سره کړي وي.پــه کهالـــه ځــــان را پاڅــــيدم او مــــخـــامــــخ د يـــوه رستـــوران پــه لـــور وخـــوځيـــدم وخـــت ډيـــر نا وخـــته وو خـو شپــــــه لا پر ځـــاي پــــاتي وه. فکـــرمي کـــاوه چـــي څه بــــه خــورم. روژه هـــــم ده بايــد ښه خواړه وخـــورم ځکه چــــي پـــه روژه کـــي ښــو خــوړو ته دچـــــا هوا هم کيــــږي. خيـــر فرق نـــه کوي کــــه نـور څه نه وي چـــاي او ډوډۍ خـــو بــه وي. پــه همـــدي فکـــرونـــوکــي وم چــــي رستـــوران تــه ورسيـــدم پـــر هوټـــل وال مــي ږغ وکـــړ چــي ډوډي تـــــيــاره کـــړي. هلـــته مي څـــو نــور کسان هـــم ترستـرگو سـوه سـر تــر پايـــــه مي وڅـــارل څـــوک واړه وه څــــوک زاړه او بـــعـــــضي ځــوانان هم چاپـــــيـره ناســت وه د يـــخـــني ستـــمګـــري فضاء يې داســـي اندامــــونه پـه ريږد کړي وه چي تــــا به ويل خداي مکــــــــړه يخـــــي تبي نـيــولي دي او يـــا پـــه کــوم بـــل داســي مرض اخته شوي دي. خو وروسته مي پوښتنه وکړه دوي ټول هغه کسان وه چي د نيستي نه گالونکي بلا له خپلوکورونو څخه شړلي او تر دغه ځايه پوري ئې راځغلوي وه. زماپـــه سرکــــي چـــي څــــه فکـــــرونه او خيالـونه وه. دوي لـــــه مانـــــه ډير مخــــالــف وه خــــداي ستـــه لــــه يــــو تـن څـــخــه مي وپـــوښتـــل چـــي د روژي مبـــــارکه ميــاشت خــو هـــم مخ پرخـــلاصيــدوده د اخــتر شپـــــي او ورځــي په چټـــکۍ ســره را رواني دي ټـــول مســافـــر کسان خپـــلو کورونــــو ته ځــي او ماشومان هــم د اخـــتر په ورځـــوکــي خپلو پلرونو ته ډيرخوشاله کيږي ځکه چي د اخترمېله هم ماشومـــــان لــــــه پلــــرنو څـــــخه هـرو مرو غواړي تاسي به ماشــــومان هــــــم لري او د اختـــــرلــپاره ټـــــول خــلـــګ تصمــــــيم نيـــسي نــو تاســــو بــه څـــه کوي؟ ده تـــه دا زمــا خـــــبـري داســـي وبــريښــــيــدي لکـــه زه چــي څــه ټــــوکي ورسره کوم خود هر يوه د څيــــري څــخه داســـــي بريښيدل چــي دوي لــــه اختـــر ســره مـــخــه ښه کـــړيده او ټـــــول پـــــه داغــــه تکــل کـــي وه چـــي د کـــور او بــچــيـــانو لـــپاره به ډوډۍ لـــه کــومــه کوي؟ وروســته مــي پــــه زړه ســــــوه هـــو رښـــتــــيــا زه کـــــه د اخــــتــر لـــــپــاره هــــر څــــه لــــرم او خپــــل د ځــان او بــــچـــــيــانــو لــــــپــاره مــي د ښـــار دوکــانــــــدارانـــو تـــه ميــــــاشـــــت مــخــکــي لا فـــرمـــايـــشـــونـه وړاندي کړيدي دوي بـــــه څــــه کـــوي ؟ دفکـــــرونو لـــړۍ مــي پــسي اوږده شـــوه او لــــه ځــان ســره مي وويــل چي: رښتــــياهم په خــداي ډيري بي وزلـــي کورنۍ ستــه او ډيــر خــوار او غـــريب خلــګ ســـته دا زمـــوږ وطـــن خــو پــه رښتـــياد مظـــلومـانــو ډک دي. ته دا خلـــګ وګـــوره چـــي د نيـــستي لــه کبــــله يــې د خــپلو ماشــــومانــو، کــور او کلــي سره مخـه ښه کړيده موږ به د اخـــتر په ورځ نــوي جامــي واغــوندو ماشـــومانــو بــه مــي هم ښکــلي جامـــي اغــــوستي وي او لاســونه به ئې هم سره کــــړي وي آيـــا د دوي مـــاشومــان به هــم لاســونه سره کړي که يااو نــوي جـــامي بــه واغـــوندي کــه نــه..... ",دژمي سړه شپه
750,سعيد زابلى، غوړه مرغه,"
انځور به د غميزې ګوره ياره مخ ته ونيسېكله كه لاسونو كې هنداره مخ ته ونيسېتا ته خو له دواړو جهانو نه قدرمنه دهروپۍ كه وي حلاله، كه مرداره مخ ته ونيسېخوب كې خو تل راځي حيران يم چې په ويښه باندېشنه خوله د لستوڼي زريداره مخ ته ونيسيښايي چې دا سخت زړګى دې لږ راباندې وسوځييو ځلې كه زما غزل ”فګاره“ مخ ته ونيسېشيخ سره چې مخ شې، كه په ميو مستانه يې هملوى تسبيح ”سعيده!“ ځنډيداره مخ ته ونيسې. ",غزل
751,پيرمحمد كاروان، كابل,"
په مينه، مينه مينه كه يو بل ته غېږې وا كړوپه دې وركه دنيا كې به اخر سره پخلا كړوپر جنګ به تيږه كېږدو، جنګ به مړو سترګو ته پرېږدوراځه چې له شاهين سره كوترې په هوا كړوليلا چې كوم خوا سترګې غړوي مجنون به وينياو ډكه له ليلا نه به څلور كونجه دنيا كړومنصور به په ګلاب او په نرګسو باندې ولود حق پر ضد باطله به د هر ملا فتوا كړودا توره وچكالي به يې په سپينو اوښكو وينځوله ډېرې خوشالۍ نه به بلبلې په ژړا كړوشپې ورځې د ژوندون به مو خوشبو كې وي نغښتيلمونځونه د سحر به په ګلونو كې ادا كړوروان به شو ”كاروانه!“ د بڼو پر څوكو- څوكورانجه به د جانان له خماري سترګو نه غلا كړو. ",غزل
752,ملالۍ عمر لور، كابل,"
وخته كه تا زما د ژوند خوږې شېبې واخيستېما هم د هيلو و منزل ته تلوسې واخيستېلا مې اوچتې حوصلې شوې تر منزله پورېچې د شيرين له حوصلو مې حوصلې واخيستېزړګيه بس دى بيا به نه ځم د بابا زيارت تهښكاري دعا، بدل كې ما ورته ښېرې واخيستېستا د محفل ډېوې رڼا په سخاوت وېشلهخو خوار قسمت مې ترې د ټول عمر تيارې واخيستې. ",غزل
753,عبدالوهاب بازيد، غزنى,"
زما اشنا دى چې د ښكليو قافله ورسره دروميد لمر، سپوږمۍ او ستورو سلسله ورسره دروميد مينې راڼه ستوري چې يې سترګو وي ليدليمحفل ته په كږلېچو ميكده ورسره دروميراټول يې دى په ځان پسې د مينې يو لښكرسركښه زمانه په اشاره ورسره دروميياران مې د سپين مخ د ليدو ډېر ارمان نيوليخيالي اشنا مې تل په كناره ورسره دروميد يار تصوير چې جوړ كړي، په هندارو د زړګيبازيده! د مودو غم به سوكه ورسره درومي. ",غزل
754,پلوشه ساپۍ,"
داغونه په ګوګل مې لګوي او رانه ځيډېوې مې د زخمونو بلوي او رانه ځيد ژوند هستي مې ټوله ستا له سترګو نذرانه شهپه تلو كې چې يې بيا لا جنګوي او رانه ځيپرهر- پرهر ټټر كې مې يو ستا انځور- انځور دىانځور مې د خيالونو جوړوي او رانه ځيشېبې شېبې ژوندون مې انتظار ستا د راتلو كړيشېبې د انتظار مې اوږدوي او رانه ځيډالۍ راته د مينې په پښتون نظر كې راكړياحساس مې په غزلو اړوي او رانه ځي. ",غزل
755,علم ګل سحر، كابل,"
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس مې له ښكار ځنې توبه كړې ده
اوس له كارېز نه بغدادي كوترې نه كټوم
او بس تمامه ورځ لګيا يم،
په دامونو كې مرۍ پېيمه
سپينو كوترو ته پايزېب جوړوم
اوس د بې موره وري له اوښكو نه،
شراب جوړوم
او په سخت زړو يې ارزانه پلورم
څو يې له زړونو كينې كډه وكړي
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس مسافر په كاڼو نه ولمه
اوس ګلان نه شكوم،
له لارو نه اغزي ټولوم
په لاره تلونكى ماشوم ښكل كړم،
د سپين ږيرې بوډا لاس ونيسم
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس له دښمن نه كسات نه اخلم
اوس د غومبسو كور په خټو باندې،
نه پټوم
په مار د كاڼي ګوزار وكړم،
خو خطا يې ولم
بس هسې ځان ترې ژغورم،
هغه هم هسې د رحمان| د يارانې په خاطر
اوس له خوبونو مرور يم،
ټوله شپه په تلاوت تېروم
او د قران زرينو پاڼو كې
يو نوم لټوم.
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس مې ټوپك پر اوږو نشته
او له ميل نه يې شپېلۍ جوړه ده
په كې د مينې ترانې غږوم
دا ټول دا ستا لپاره
ځكه
دواى وايي:
په جنت كې حورې ستا غوندې دي!...
يادونه زموږ په سيمه (زرمت) كې خلك په دې باور دي، چې څوك مار وويني، حتماً بايد د كاڼي وار پرې وكړي، كنه رحمان بابا خپه كېږي، دوى وايي چې رحمان بابا په دې اړه فرمايلي دي:
چې څوك وويني مار- او پرې ونه كړي ګوزار- هغه نه دى زما يار.
",ستا لپاره!
756,نوشابه اشنا، ننګرهار,"
بس ته كرار بهېږه
زما پر څيري ګرېوان
اوښكې چې وچې نه شي
زما د زړه پر سوي بڼ چې چا يادونه په كې
داسې خواره پراته دي
لكه د مني ونه
چې پاڼې ورژي او تشې څانګې
د تنورونو خس شي
بيا چې زموږ د كلي
د واكدارانو له خوا
ونه د زور په تېره تبر باندې
پر ملا كړي ماته، بيا يې كور ته يوسي
خو
هغه پاتې سټه
د يوې شګلنې دښتې
په يو تياره ماښام كې
ماتو ښاخونو او شنو پاڼو پسې
بيا په سلګيو ژاړي
او
له خپله خدايه غواړي
چې باران واوروي
ګوندې چې دغه سټه
د وچېدو او وركېدو له شره وژغورل شي
بېرته ښاخونه وكړي، شنه پاتې شي
او
بيا يې د هيلو غوټۍ
پر خپلو تاندو څانګو
شنې پاڼې ونيسي او سيوري ته يې
يو مسافر، يو لاروى له يوې ليرې لارې
او له اوږده مزله نه ستړى ستومان
كله دمې ته كښېني.
",سينده!
757,,"
پګړۍ مجله په هلمند ولايت كې د بست فرهنګي ټولنې دوه مياشتنۍ مجله ده چې په دې وروستيو كې يې دويمه ګڼه له چاپه راوتلې ده، په د ې مجله كې د سيمې د ليكوالو بېلابېلو ليكنې راغلي، چې دلته يې په بېنوا ويبپاڼه كې هم لوستلاى شئ.
http://benawa.com/rasanay/pagrey/
",پګړۍ پر ليكه شوه
758,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ٢٨
کابل : افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ارادې مشر لود روبرز په ايران نيوکه وکړه چې د دۀ په وينا له افغان کډوالو سره زياتی کوي .
ښاغلي لوبرز د ايران دا دريځ غوره ونه بالۀ چې په دې وروستيو کې يې افغانان په زور له خپلې خاورې وتلو ته اړ ويستي دي .
ايران په دې وروستيو کې د افغانستان پولو ته نژدې په خپلو ځينو ښارګوټيو کې پر افغان کډوالو فشار ډير کړی دی ، ځينو افغانانو د وهلو او ځورولو يادونه هم کړې ده .
له بل پلوه په يوۀ بل ناتاييد شوي رپورټ کې راغلي چې ښايي پاکستان د ٢٠٠٧ کال تر پيله ټول افغان کډوال اړ باسي چې افغانستان ته ستانۀ شي .
د افغانستان حکومت پر دغو دواړو هيوادونو ټينګار کوي چې د کډوالو په بيرته ستنولو کې دې له زوره کار نه اخلي . ",ملګري ملتونه : ايران زياتی کوي
759,کابلي والا_ هندوستان,"
كابلى والا _ هند
په افغانستان كې خوښاغلي كر زي خپله په اصطلاح مسلكي كابينه له سختو كړكيچونووروسته دلويديزو والودسيالۍ له توپانه په امن سره راويسته، نژدې يوه دوي مياشتې ددغه توپان اوسيلاب له پاره لكه دافسانوي اواساطيري ښاماردراتلو خبرې اوهنګامې له هرې خوا رااوريدل كيدې ، هرچا به فكركاوه چې ددغه توپان اوسيلۍ پايله خوبه خامخا يوڅه وي. خولكه چې له امريكا دباندې سياسي څارونكوپخواوړاندوينه كوله (چې هم هغه زوړ ملا اوزړې ... ) ترډيره حده سمه راوخته، په دې مانا چې ښاغلې كرزي اوپه افغانستان كې امريكايې ويسراى ښاغلې خليل زاد په خپل ټول توان سره ونه شواى كولاى چې دافغانستان دملې ګټو په پام كې نيولو سره دي يوه ملې اوپه رښتنې مانا مسلكي كابينه رامنځ ته كړي، زه نه پوهيږم چې له مسلكي توبه دښاغلې كرزي مطلب څه دى؟ كه مسلك داوې چې يوسړى دښه مزى اوچاغ وي نودهغه مانا داده چې هغه دخوراكې شيانو په مزه اوخوند ښه پوهيږي نوهغه بايد دخوراكې توكونواوارزاقووزيروي ، اوكه هد ف داوي چې يوچا ټول عمرله بريښناپرته يوه ورځ هم ژوندنه وي كړى نوهغه دبريښنا په مزه پوهيږې اودبريښنا مسلكې انجنيردى اويايوڅوك چې دخپل ملت په رسمې ژبه نه پوهيږې هغه بايد دكلتوروزېروي. اوپه همدې شان كه چا دكابل په طب اويانورو غيررسمي كاليجونوكې يوازې دليسانس دوره په څوبيلابيلووقفوسره ويلې وې نوډاكتر ورته ويل كيږې، په دغه حال كې خبره سمه ده موږ به هم خوله پټه ونيسو اوهم به دا وايو چې ښاغلي كرزي په رښتياهم مسلكېي كابينه جوړه كړه مباركه دې وي!! خويوشمير بيا داهم وايې چې بس په دغه يوڅوخبرويوه ناكامه اداره اوكابينه په كوم لحاظ سره سړى مسلكې وبولې، له بلې خوا په هرځاى اوهروخت كې دمسلك مانا داده چي يوڅوك بايد په هماغه خپله څانګه كې دومره (شى) وي چې كه ډيرڅه يې نه وي ترسره كړي نولږترلږه يونوىاودپاملرنې وړكارخويې كړى وي اوهغه خوبايد خلكو ته معلوم وي،مسلكي كسان له ښاغلې كرزي څخه پوښتنه كوي چې ته دله خپلويوشميروزيرانوڅخه پوښتنه وكړه چې دوى دغه ټكې ته څه ځواب لري ؟ اوكه دانه وې اجازه خلكوته وركړه چې ويې پوښتي چې دوې په دغه برخه كې څه ځواب لري. مطلب مې دادى چې دغه كابينه په هيڅ ډول مسلكي كابينه نه ده په دې چې په اوسنې كابينه كې يوشميروزيران داسې هم دي چې دوى په خپل مسلك كې ناكام شوي وو ځكه يي سياست بازيو ته ورمخه كړې اواوس يي هلته دمسلك ماسك پرخپل مخ راكش كړى دى .اوكه نه وي تاسې ددوى تعليمې سوابق وګورۍ چې آياپه دوې كې كوم يوه ددغه مسلك له پاره وړدى چې اوس يې وزيران يې دي. دوى كيداى شي په يوه برخه كې تعليمې ديپلوم ولري خوداچې اوس په كوم وزارت ټاكل شوى له هغه ديپلوم سره يوهم سم نه دى. يوازې كيداى شو ووايو چې دادسياست بازى له مسلكه پرته بل څه نه دى . زه فكركوم يوشميرښاغلې وزيرصاحبان به هم انشاالله په دغه برخه كې له ماسره هم نظره وې ځكه دوى ته خپله وړتيا په خپله ښه معلومه ده !
ښاغلى كرزى اوياران يې كه زموږ مسلكيانو منې بايد داخبره ونه كړي چې دوى په رښتياهم مسلكې وزيران ټاكلې داخبره سمه په دې نه ده چې په اوسني سياسې نړى كې وزيران كله هم مسلكې نه وو اونه دي آن دايرغلګرامريكايې واكمنان وګورئ چې دباندنيوچارو وزيركولن پاول يې ښه سياست پوه دى كه ښه جنرال ؟ اوياداچې نن سبا يې دانوې ميرمن (رايس ) په دغه څوكۍ باندې راځې ، هغې سياست چيرې ويلې؟ هغه دترهرڅه دمخه دګنګل پرمخ يوه پيژندل شوې رقاصه ده. موږ په دې نظريو چې ددغې كليمې كارول دنړى په سياسې قاموس كې وړځاى نه لري ، نوزموږ دهيواد دكابينې له پاره دانوم يادول په خپله له يوې لاپې پرته بل څه نه دي. اوكه دانه واى نواشرف غني احمدزي به په دغه حساس وخت كې له خپل تجربې مسلك ( مطلب دا چې دهغه هم اصلي مسلك نه و، خوداڅوكاله يې دومره تجربه په كې موندلې وه چې ترمسلكې هم زيات و) به اوس كابل پوهنتون ته چې دعلمي اوعملې اسانتياوو درك په كې نشته نه استول كيده.دايوه دنه منلو وړ خبره ده چې دماليې دوزارت له اجازې پرته به ښاغلى احمدزى يوډالر هم په پوهنتون باندې ولګولاى شي ، اوكه فرضا په خپل واك داكاروكړي زه باوري يم هغه ټاپه چې په اسماعيل خان اونوروبآندې وهل شوې وه هغه به پرده هم لګيږي اوپه دغه نامه به ملي ضد ورځچاري ياران نوهم دپياوړتيا جوګه شي .
لنډه داچې دمسلك مانا يعني ( كارپوهنه، ايمانداري ، خدمت اواستعداد په يوه علمي برخه كې )
دويمې خبرې ته راځو اوهغه دا چې اياداكابينه يوه ملې كابينه ده ؟
افغانستان په خوراسختوحالاتوكې راښكيل شوى هيواد دى، ددغه هيواد ملې واكمني دډيرو وړو وړو خبرو ترسيوري لاندې هرچاته داسې ښودل كيږي چې ګواكې نړيوال ځواكونه دلته پراته دي اويوشميرورته كښته اوپورته كيږي اوپه افغانستان كې ګواكې خيرخيرت دى ، موږ دنړيوالوقوانيو اوملګروملتو دهرچال چلند اومنشور هره ماده اوهرپراګراف منو، خودابه ډيره ګرانه وي چې دملګروملتو په نامه دې يوټاكلې هيواد لكه امريكا زموږ دملت اوخلكو په برخليك باندې دنړيوالې ټولنې په نامه هغه كارونه وكړي چې هغه دهرډول انسانې اوزموږدافغانې خپلواكۍ دملي نورمونو ضد وي.تيره اوونې دامريكاپوځي مامورينو په ډاګه كړه چې دوى به زموږ په هيواد كې ديوې اوږدې مودې له پاره پاتې وي. وايې چې ديوچا كورته يوڅوك چې ددغې كورنۍ ماما كيده په ميلمستا ورغى، هغه دومره دلته پاتې شو چې كوروالايې په تنګ كړل ، په كوركې كه به ماشوم هم وژړل، نودابه يې دده له ژړا سره ويله چې خيردى مه ژاړه ماماجان دې هم په خيرسبابله ورځ روان دى ،ماماته ېي څه موده همداتبليغات وكړل خوپه دغوهم نه شوه، ترڅوچې ما ما په تنګ شو، اوپه ډاګه يې وويل چې ، داخبرې ګټې نه لري ، مامادې تلونه دې دهغه دلته شپې دي...
درى كاله امريكايې پوځونه دافغانستان په جنوب اوختيزكې پراته دي اوچې څه يې په زړه ورجوړه شې هغه كوي، نه يې د ښخو،نه د ماشومانوپه وژنولاس ونيو اولااخته دي زموږ پرملت دهرې ورځې په ترځ كې نوې نوې طرحې اوتجربې عملي كوي، په زندانوكې وژنې اوپه بټواوبرالاتوګه ديوشمير كسانو ځورول اوله هغوى سره معاملې كول داهغه ورځنى پروژې دي چې امريكايي په افغانستان كې عملې كوي اوددغه هيواد خلكوته آجازه نه وركوي چې دخپل هيواد په باره كې فكروكړي، نن سبا دلته په لوديديز خلك په ډاګه داوايې چې افغانستان يعني دامريكا مستعمره ، اوداسي يوهيواد چې په نژدې راتلونكې كې به دغه هيواد(افغانستان ) دامريكايانو له لاسه په يوه داسې ناسورداغ باندې واړوي چې په سيمه كې به يوګاونډى هم دآرامې احساس ونه كړي اوله لاسپوڅوافغانانو به داسې شيان جوړكړي چې ټوله اسلامې نړۍ به ترستونې راولي اوكه بياچيرې په امريكا باندي كوم غضب راپريواته نو بيا زموږ وږي ګاونډي لكه ليوان زموږ پرملت باندې هغه نارواوي زغمې چې له تصوره به لرې وي. لاس پوڅې به بياهم د دويم تابعيت په نامه دامريكايانو داوږو بازان وي اوزور به يې له مومنوافغانانو وځي .په افغانستان كې اوسنۍ كابينې وښوده چې هرڅوك سره ږيره ولري هغه به ملاشاه ګل وي ، هرڅوك چې امريكا ته ولاړ هغه دسړيتوب اوپوهې معيارشو، نه ، په اوسنۍ كابينه كې داسې وزيرهم شته چې دډاكترۍ ترڅنګ په امريكاكې دهوټلدارۍ ديپلومه لري يووخت كې يې په امريكا كې ټولو خلكو ته ويل چې زه تر هغې دوكتورا دغې اوسنۍ دهوټلدارۍ دپيلومې ته ارزښت وركوم ،خوله بده مرغه چې هغه ښاغلي ته دهغه دخوښې له ديپلوم سره دنده نه ده ورسپارل شوې.. په هرصورت داډول خبرې شته خوزما اوس افسوس په دې راځې چې دولت بايدخپلو دغو وزيرانو ته ددوى دنويو ديپلومو په پام كې نيولو سره دندې ورسپارلې واى ، اوسنۍ كا بينې ته په ملې لحاظ يوه جدي كتنه په كارده . زه خوپه دې نظريم چې دآضروري نه ده چې هروزير بايد ياله امريكا ديپلوم ولري اويا ېې بايد راوابط له امريكا سره وي ، داهغه تجربه ده چې روسانو په افغانستان كې دوې لسيزې دمخه ترسره كړه اوهغه په خپلې ناكامۍ سره اوس امريكايانوته ورميراث شوې ده، دايوه ناكامه طرحه ده اوهمدغه ټكې دى چې ډېرخلك خوپه هيڅ ډول ديوې ملې كابينې نوم نه شي ورته اخيستې .اونه زموږ له پاره په ملي لحاظ كومه بريادرلوداى شي.كه څوك ددغوكسانو ټآكل دملې مصلحت پربنسټ اقامه كوي داهم يوه لويه تيروتنه ده. ځكه دوې مخكې تردې چې دملت دباوروړ كسان وي ديوه خارجې ځواك په اشاره اوخوښه ټاكل شوې اوغوره شوي دي. په اوسنۍ كابينه باندې چې څومره جنجالونه د امريكا، انګريزانو اوداروپايې اتحاديې ديوشمير هيوادو له خوا ترسره شوې دا دافغانستان مظلومو اوجنګ وهلو خلكو ته هيچاهم ورپه ګوته نه كړل ؟
بله داچې دې كابينې ته به څوك په كوم ژبه يوه ملې كابينه ووايي چې دافغانستان داكثريت (پښتنو) ښځو په استازيتوب يوه ميرمن هم په كې وزيره نه شوه، كه هدف داوې چې په پښتنوښځوكې داسې څوك نشته داهغه كينه اودښمني ده چې په تيره يوه لسيزه كې دپښتنو په وړاندې ترسره شوه اولا هم په خپله دبښتنو په وجود كې پرپښتنو باندې عملې كيږې ، ښاغلې كرزى بايد دغه ټكې په خپله ځواب وركړي او كنه دابه هغه كينه وې چې پښتنو ښځوپه پښتنې سيموكې دپښتنې ننګ په نامه ده ته رايه ورنه كړه اويوې ميرمنې ته يې چې دده په مقابل كې كانديده وه رايه وركړه.
لنډه داچې زموږ ملت يوستراووياړلى ملت دى ، يوتاريخي ملت دې ، چې دهيچا كړه اونيتونه ددوى په وړاندې پټ نه شي پاتې كيداى. دوۍ دخپل ملت دبرخليك دسمبالتيا په كاركې ترهرچا ښه اورښتيانې قاضيان دي. دوى ته بايد رښتياوويل شي اوددوى دايمان اوافغانيت له روغ نيتۍ څخه بايد ناوړه ګټه وانه خيستل شي. موږ هيله من چې زرترزره به يو ملې وجدان اوقضاوت داسې هم رامنځ ته شې چې هلته يوڅوك داوسنۍ كابينې په وړاندې دابوښتنه طرحه كړي چې كوم وزيركوم مسلك لوستى آياپه دغه اوسنۍ مقام، مسلك ټاكلۍ اوكه دنورو په غوښتنه اومصلحت يې يوازې دغه ځاى نيولى دئ !؟
( پاك الله په هرهغه څه چې موږ نه پوهيږو ښه پوهيږي ) ! ",نوې كابينه ملې كابينه ده كه مسلكې؟
760,,"
د اوسلو په ښار کي د افغانانو د کلتوري او اسلامي ټولني خبرتيا
دناروې د اوسلو د ښار او شاوخوا سيمو اوسيدونکو افغانانو ته خبر ورکوي چي د لوی اختر د لمانځه دادا کولو لپاره لاندنۍ نېټه او وخت په پام کي ونيسي .
نېټه : د جنورۍ د مياشتي ٢١مه نېټه
وخت : سهار لس بجې
پته :
Islamic Culture Centre Norway
Toyenbekken 24 Oslo
ټيلفون شمېره :
+ 47 460 56 412
ناروې مېشت افغانان کولای شي دډيرو مالوماتو لپاره د نوموړي ټولني ويبپاڼه وګوري
http://www.isn.net.tf
يادونه : دافغانستان د ستري محکمې ، او سعودي عربستان دستري محکمې دخبرتياوو سره سم به راروانه چهار شنبه د عرفې او پنجشنبه د لوی اختر لومړی ورځ وي .
",اخترلمونځ په اوسلو کي
761,سعيد لودين _ ټورنټو کاناډا,"
تېر داستان هېر قاتلان
د ژمي شپې وې
همدا وحشي کنډوالې
او دغه خړي کوڅې
توري تيارې وې
چپه چپتيا وه
لږ د سپوږمۍ روڼا وه
لېري د سپو غپا وه
له ښار وتلي
دغه وران کلي کي
شپه د يلدا وه
خو ناببره
د لوټمارو ټولۍ
د څو وحشي آدم خورانو غدۍ
د پاکو پېغلو هغه سوو زارۍ
په دغه مړو کوڅو کي
زکندني روح پوه کړ
له وچو درختو مرغان والوتله
سپوږمۍ نور مخ پټاوه
هلته د کلي په وحشي بانډو کي
هم عزرائل او هم ابليس ولاړ و
او د اعمال فرشتې
پر پاکو پېغلو
او ناپاکو
داستانونه وکښل
او د ښايست
لوټ تصويرونه يې کښل
خو د سبا کاتبان
ها د پرون قاتلان
د تورو شپو محافظين و بلل
او پر نامه باندې يې
د کلي سر کي
د جواهرو
منارونه جوړ کړل
", “ هم عزرائل او هم ابليس ولاړ و”
762,,"
ځار دې امريكا له روس او روس دې ځار له چينه شي
غواړمه چې ټوله دنيا مينه، مينه، مينه شي
مينه له همېشه بهار ننګرهار څخه خپرېدونكې مهالنۍ خپرونه ده چې عزت الله ځواب يې مدير دى، دا دى پر له پسې لسمه ګڼه يې په بېنوا ويب پاڼه کي تازه پر ليكه شوې ده.
په دې خپرونه کي هم د زيات شمېر ځوانو ليکوالو د وخت او او پېښو سره سمي څېړني او تحليلي ليکني راغلي دي
بېنوا يانو مو د ميني د مينه ناکو پاڼو لوستلو ته رابولي .
د لوستلو لپاره يې لاندينۍ اړيك پته كښېكاږئ!
http://benawa.com/rasanay/meena
",مينه مجله پر ليكه شوه
763,,"
",
764,,"
",
765,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٩
کابل: نن په کابل کښي د کانکور د پراخې ازموينې په لومړي پړاو کښي له پلازمېنې کابل څخه اوه زره تنو فارغانو ګډون کړي و. دوړاند ليد پر بنسټ په راتلونکي ښوونيز کال کښي به يولس زره زده کوونکي د کابل په څلورو پوهنتونونو کښي ومنل شي.
سږ کال د لوړو زده کړووزارت د کانکور د ازمويني داخېستلو لپاره نوي تګ لاره خپله کړي. په تيرو کالونو کښي به د کانکور ازموينه په يو ه وخت د هيواد په لراوبرو سيمو کښي اخېستل کيده خو وروسته له دې به په اتو سېمو کښي جلا جلا اخېستل کيږي. ",په کابل کښي د کانکور ازموينې
766,,"
",
767,,"
٣٠ مرغومي ١٣٨٣
کابل: د لوي اختر د رارسيدو په وياړ د افغانستان د ښځو د چارو وزارت خپلو کارکونکو ته نقدي سوغاتونه ورکوي. د نوموړي وزارت وزيري مېرمن مسعوده جلال ويلې دي چې د دغه وزارت هر کارکونکي ته به ١٥٠٠ افغانۍ ورکړل شي.
دا لومړنۍ وزارت دي چې د اختر په رارسيدو خپلو کارکونکو ته اضافي پيسې ورکوي. دا په داسي حال کښي ده چې د کابل د بيا جوړونې ولايتې ټيم هم د دغه وزارت ٥٠٠ تنو کارکونکو سره د لومړنيو اړتيا توکو مرسته کړي ده.
دماليې د وزارت وياند عزيز شمس ويلې دي چې دغه وزارت په کافي اندازه بودجه نه لري ، تر څود ټولو وزارتونوکارکونکو ته بخششي معاشونه ورکړي. ",د ښځو د چارو وزارت خپلو کارکونکوسره مرسته کوي
768,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٣٠
کابل : افغان ولسمشر حامد کرزي د پارلماني ټاکنو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کميسيون نوې جرگه گۍ اعلان کړې ده .
تر اوسه پورې د ټولو غړيو نومونه نه ده په ډاگه شوي خو ويل شوي چې په دغۀ نهه کسيزه جرگه گۍ کې د ټولو ټبرونو غړي شته .
دا هم جوته شوې چې له پخواني کميسيون څخه څوک په دې نوې جرگه کې نه دى راغلي .
د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر کرزي سيالانو پر کميسيون نيوکې لرلې چې گواکې د کرزي په گټه يې کار کړى دى .
په کابل کې ځينې شکايت کوي چې که د هرې نيوکې وروسته داسې يومخي بدلونونه راځي نو دغه کميسيون به هيڅکله تجربه ونه مومي او نه به يې کارونه ټيکاو پيدا کړي . ",د انتخاباتو نوى کميسيون اعلان شو
769,,"
د بېنوا پاڼي درنو لوستونکو او ټولو درنو هيوادوالو ته د لوی اختر له کبله د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوو .
که غواړئ خپلو ملګرو او دوستانو ته د اختر مبارکۍ ښکلي کارتونه وليږئ ، پښتو ويبپاڼي ستاسو د اسانتيا لپاره په زړه پوري کارتونه جوړ کړي دي . نوموړي ويبپاڼي ته د تللو لپاره پورتنی کارت کښېکاږئ ، ويې وينئ ، او ويې ليږئ .
",د مبارکۍ کارتونه
770,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١
کابل : له جوزجان څخه رارسيدلي خبرونه ښيي چې پر جنرال رشيد دوستم يو ځان مرگى بمي بريد شوى دى .
دغه بريد هغه وخت وشو چې ښاغلي دوستم په يوۀ پرانيستي ميدان کې د لوى اختر لمونځ ادا کاوۀ .
په رپورټ کې راغلي چې د دغۀ بريد له امله دوه کسان وژل شوي خو خپله جنرال رشيد دوستم ته کوم زيان نه دى اوښتى .
",په جنرال دوستم ځان مرگى بريد شوى
771,,"
رويټر خبري اژانس خبر ورکړی دی چي د افغانستان په شمال کي د نن سهار په ځانمرګي بريد کي ټول ٢٣ تنه عام وګړي او د رشيد دوستم ساتونکي سخت ټپيان شوي دي . ويل کيږي چي د ټپيانو او وژل شويو دقيقه شميره به تغير وکړي .
د ټپيانو په ډله کي د جنرال دوستم ورور قادر دوستم هم ټپي شوی دی . قادر دوستم د خپل ورور سره د روغبړ پر وخت ټپی شوی دی .
چادونه تر لمانځه وروسته هغه وخت وشوه کله چي دوستم د لمونځ کوونکو سره د اختر مبارکي کوله .
د کورنيو چارو وزارت وياند لطف الله مشعل د نننۍ پېښي په اړه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چي په پېښه کي د ګاونډي هيواد ازبکستان يو ديپلومات هم زخمي شوی دی ، او ډير ژر به سيمي ته ددې پېښي په اړه د پلټني لپاره يو پلاوی وليږي .
",ځانمرګي بريد لسګونه تنه ټپيان کړي دي
772,,"
په پاکستان کي سږکال د اختر په مراسمو کي پر افغانانو بنديز لګيدلی دی .
پاکستاني پوليسود کډوالو د جماعتونو افغان امامانو او مشرانو ته ويلی و چي مجبوره دي ژمنه وکړي چي د اختر لمونځ به د پاکستان د اختر سره يو ځای کوي .
د پېښور په کچه ګړۍ کښي پاکستاني پوليسو افغانان د اختر لمانځه ته نه پرېښودل .
پېښور مېشت افغانانو خبريالانو ته وويل چي په کوچني اختر هم هغو امامانو ته کوم چي د سعودي يا افغانستان د اختر په ورځ يي اختر کړی و ، د پوليسو له خوا ستونزي پېښي شوي وې .
د پاکستان په ځينو نورو ښارونو کي افغانانو د اختر مراسم په خپلو کورونو کي تر سره کړي دي ، ښکلي جامې يې اغوستي وې ، او د کډوالو په ځينو کمپونو او نورو برخو کي د اختر د قربانۍ نښي ښکاريدې . او په ځينو برخو کي بيا افغان کډوالو وويل چي په خپلو کليو کي يې د اختر لمونځونه په مسجدونو کي ادا کړي دي .
سبا د جمعې ورځ به په پاکستان کي افغانان د پاکستان د اختر سره يو ځای د اختر لمونځ کوي . ",اختر لمونځ باندي بنديز لګيدلی و
773,,"
",
774,,"
د افغانستان د کمونسټ رژيم د نظامي استخباراتو ريس حسام الدين حسام په هالنډ کي تر يوه مياشت او پنخه ويشت ورځو بند وروسته خوشي شو .
د نوموړي تر نيول کيدو لس ورځي وروسته دده يو بل همکار او دده د رياست د تحقيق ريس (حبيب الله ) هم د هالنډي پوليسو له خوا نيول شوی و ، نوموړي په افغانستان کي د کمونيسټ رژيم د واکدارۍ پر وخت د شخصي شکنجو او ځورونو په تور نيول شوي وو ، هغو افغانانو کوم چي هالنډ ته د راتللو پر وخت يې د خپلو مرکو ( انټرويو) پر وخت پر کمونسټ رژيم تورونه لګولي وو ، اوس د بېلابېلو لاملونو پر اساس حاضر نه شول چي په اړه يې نور څه څرګند کړي . د ځينو هالنډ ميشتو افغانانو سره په دې وروستيو کي دا ډار ( بيره ) شته چي بيرته به يې هالنډي اسناد ترې واخستل شي او هيواد ته تګ ته به اړ کړای شي . د هالنډ ستري محکمي هغه وخت د خاد د پخواني ريس د خوشي کيدو امر وکړ کله چي هالنډي پوليسو او ستري محکمې دد نوموړي په اړه پوره اسناد تر لاسه نه کړای شوه .
د تحقيق د ريس ( حبيب الله ) په اړه تر اوسه پوري د خلاصون خبر نه دی اوريدل شوی .
حسام الدين حسام د ١٩٨٣ زېږديز کال څخه تر ١٩٩١ ز کال پوري د افغانستان د کمونسټ پلوه دولت د نظامي خاد د ريس په توګه دنده ترسره کړېده . او د ١٩٩٢ کال راپه دې خوا په هالنډ کي اوسيږي .
هالنډ د ١٩٩٢ کال راپه دې خوا تر ټولو نورو اروپايي هيوادونو ډير افغان کډوال ومنل ، خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يې د ګوتو په شمير کسانو ته په هالنډ کي د پاته کيدو او دکار اجازه ورکړې ده ، اوس هم يو شمير د پخواني رژيم کارکوونکي دژوند کولو او کار اسناد نه لري او په پنډغالو ( کمپونو ) کي شپې ورځي تيروي .
دحسام الدين حسام د خوشي کيدو په خبر سره به په هالنډ کي د پخواني رژيم ډير هغه کارکوونکي کوم چي هالنډي اسناد ( دکار اجازه او پاسپورټ ) لري او د نوموړي په نسبت يې ټيټي دندي لرلې ، د خوښۍ احساس وکړي . ",د خاد پخوانی ريس له بنده خوشي شو
775,,"
",
776,,"
دلوی اختر په اوله د اختر لمانځه تر ادا وروسته د جنبش د ډلي پر مشر دوستم ځانمرګی بريد وشو ، د خبرونو له مخې د جنرال دوستم دساتونکو او د هغه د ورور قادر دوستم په ګډون ٢٥ تنه ټپيان او بريد کوونکی ووژل شو.
د پېښي د پلټني لپاره د بهرنيو چارو وزارت سيمي ته پلاوی وليږئ ، تر څو د پېښي په اړه څېړني وکړي .
نوموړي پلاوي نن د شنبې ورځ د لوی اختر درېيمه خبريالانو ته ويل چي پلټني دوام لري ، او د خپل کار د لومړيو لاسته راوړنو په اړه يې وويل چي د ځانوژونکي دکاليو په پاته شوو ټوټو کي يې پر يوه ټوټۀ کاغذ دپاکستان د ټيلفون شمېره پيدا کړې ده .
دڅېړونکي پلاوی څخه يوه تن وويل چي هغوی په دې ټيلفون شمېره زنګ ووهه ، يوه اردو ژبي پاکستاني ټيلفون ته ځواب او دوی ته د اختر مبارکي وويل ، نوموړي پلاوي وويل چي دوی وغوښتل ورنه ځيني پوښتني ګروېږني وکړي ، خو پاکستاني ځواب ورکوونکې ټيلفون بند کړ ، او تر دې وروسته بيا هغه ټيلفون شمېرې ځواب ونه وايه .
ويل کيږ ي چي د ټيلفون دا شميره به د پلاوي سره د پيښې په څرنګوالي کي مرسته وکړي ، او کيدای شي په پاکستان کي هم دهغه چا په اړه پلټني وشي دچا په نوم چي دغه ټيلفون شميره رانيول شوې ، او ثبت شوې ده .
د ځانمرګي بريدکوونکي سره د تړاو په شک د بنګله دېش تابعيت لرونکی نيول شوی و ، تر پوښتنو وروسته څرګنده شوه چي نوموړي په شبرغان کي د بيا جووني د يوه شرکت سره کار کاوه . او نن خوشي شو.
د يادوني وړ ده چي د پيښې له ٢٥ تنو ټپيانو څخه د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی .
دطالبانو وياند لطيف حکيمي د پېښي په لومړۍ ورځ وويل چي پېښه ددوی د نفرو له خوا ، څو کاله مخکي په شمال کي ديرغمل شوو طالبانو د ډله ايزو وژنو د غچ اخستني په نيت تر سره شوې ده . ",پر دوستم ځانمرګی بريد او پاکستانۍ ټيلفون شميره
777,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٣
کابل : رپورټونه ښيي چې په واشنګټن کې به سپينه ماڼۍ راتلونکې اوونۍ له ٨٠ تر ١٠٠ ميلياردو ډالرو اعلانوي چې پکې به له افغانستان ، عراق او څونامې ځپليو سره مرسته کيږي .
د يوۀ خبر ترمخه سپينه ماڼۍ په دغو مرستو کې يوازې د افغانستان د کوکنارو او مخدره توکيو د مخنيوي لپاره د ٧٨٠ ميليونه ډالرو مرسته په پام کې لري .
نژدې يو مليارد ډالر د څونامي ځپليو هيوادونو بيا رغاونې ته او د دې دوه برابره نورې پيسې په بغداد کې د امريکا د يوۀ لوی سفارت جوړولو ته بېلېدونکي دي .
د يادونې وړ ده چې متحدو ايالاتو په کابل کې هم د يوۀ خورا لوی سفارت پر جوړولو لاس پورې کړی دی .
داسې باور دی چې د دغو جلا کيدونکو پيسو ډيره برخه به په افغانستان او عراق کې د پوځي عملياتو لګښتونو ته بېليږي .
په عراق کې د کب په پيل او افغانستان کې د چنګاښ په لومړيو کې د پارلماني ټاکنو هوډ شوی دی چې دا دواړه انتخابونه به د ټينګ امنيت غوښتنه لري . ",سپينه ماڼۍ به راتلونکې اوونۍ د مرستو اعلان کوي
778,نعمان دوست_ کابل,"
هـــــــــــــــــــــــــــــوا نعمان دوست
هوا !
زاري ده نوره مه سړېږه !
زموږ سپيره بې غوښو وچ هډونه نور دسړو سيليو تا ب نه لري
هسې له عمر نه زلمي ښکاريږي په خدايږو ختم دي شباب نه لري
هوا !
منت کوم سړه چې نه شې
زموږ ماشومې لنډ غرې ګرځي تر نيمو شپو پردو – پردو کوڅوکې
بس ديوې مړۍ ډوډوۍ له پاره په پښو لوڅې سر ببرې ګرځـــــــــي
هوا !
وړنده خونه يې وګوره ته !
له شنه سهاره تر سکڼي ماښامه پر سړکونو کونډې بورې ناستې
پر سړه زمکه يې بچوڼي پراتـــه
يخ يې په ستوني کې چغار و ژلى څه وکړي وږي دي تر هورې ناستې
هوا !
دخداى پارده سړه چې نه شې کورنه وتلې زموږ وړې سوالګرې
شپه نيمايي شوه ستنې شوې نه دي
ښايي چا، ور وربېرته کړي نه وي له ولږې سستې دي راغلي نه دي
هسې نه مړې نه شي خو نکاره نه شې
هوا !
زاري ده نوره مه سړېږه !!!!
کارته اريانا ١٣٧٩ = ٨ – ٢٤ ",هوا ! زاري ده نوره مه سړيږه !
779,,"
پرون د سلواغې د مياشتي درېمه نېټه د ارزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ په يوه دولتي موټر د ماين تر چادولو وروسته ټوله څلور تنه سپرلي ووژل شوه .
د نوموړي ولسوالۍ قومندان حاجي وزير محمد ، د هغه پلار ، ورور ، او يو بل کس هغه وخت د ووژل شول کله چي د اختر د مراسمو دترسره کولو په نيت له کوره تر وتلو وروسته يې موټر د لاري په اږدو کي په ښخ شوي ماين وخوت .
دارزګان ولايت والي جان محمدخان د چارچينو ولايت د قومندان او هغه د کورنۍ د غړو وژل کيدل تائيد کړل ، او خبريالانو ته يې وويل چي د چاودني په تور يې تر اوسه پوري څوک نه دي نيولي ، خو نوموړي دا پړه د دولت پر مخالفو ډلو ( طالبانو ) واچوله .
دارزګان ولايت اوسيدونکي ګمان کوي چي ښايي دا پېښه په نوموړي ولايت کي د کوکنارو د کښت په وړاندي د کمپاين سره تړاو ولري .
دارزګان په ولايت کي په تيروڅو ورځو کي دا دريم بريد دی چي د دولتي چارواکو په وړاندي کيږي . په تيرو ورځو کي په يوه بريد کي يو امريکايي سرتيری ، اود تيري چهارشنبې په ورځ په يوه بل بريد کي يو افغان سرتيری وژل شوی او دوولس تنه ټپيان شوي وو .
د تيري چهارشنبې د ورځي بريدپر دولتي سرتيرو هغه وخت وشو ، کله چي هغوی د سيمي د کوکنارو د کښت په اړولو بوخت وو .
په افغانستان کي د مخدره موادو دمخنيوی د چارو وزير وويل چي د کوکنارود کښت او مخدره موادو په مخنيوي کي بايد له ډير احتياط څخه کار واخستل شي .
",د ارزګان د چارچينو دامنيې قومندان ووژل شو
780,,"
انيس کابل ٤ سلواغه ١٣٨٣
تيره اوونۍ دارزګان ولايت په مرکز کي اوو کورونو اور اخستی و ، په لسګونو تنه يې سوځل شوي او يو شمير نور بې کوره شوي وو .
د سوځل شويو کسانو څخه يو تن سپين ږيری روغتون ته تر رسيدلو وروسته وفات شوی او دځينو نورو روغتيايي حالت هم د اندېښني وړ ښودل شوی و .
نن د سلواغې د مياشتي څلورمه نېټه له کابل څخه خپريدونکي انيس ورځپاڼي خبر ورکړی دی چي د عامي روغتيا وزارت سيمي ته يو شمير روغتيايي مرستي او کارکوونکي ليږلي دي تر څو له اړو کسانو سره روغتيا يي مرستي وکړي .
همدا ډول د عامي روغتيا وزير د انيس ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي سر له نن څخه به د ارزګان په ولايت کي د ماشومانو لپاره دواکسيناسيون کمپيان هم پيل شي .
",د ارزګان ولايت ته روغتيايي کارکوونکي لاړل
781,,"
",
782,,"
",
783,,"
",
784,,"
",
785,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٤
کابل: د افغانستان د روغتيا وزارت وايي د ارزگان په ولايت کې د يخنۍ او شرې له امله يوازې تېره اوونۍ ٢٨ ماشومان وژل شوي دي .
د روغتيا وزير محمد امين فاطمي وويل ډيره مرگ ژوبله د يخنۍ له امله شوې ده . ٢٥ ماشومان په يوې ولسوالۍ کې له يخنۍ سره په تړاو ناجوړيو وژلي خو لږ تر لږه درې تنه نور يې د شرې نارغونۍ ووژل .
د روغتيا وزارت وايي دوى د سړک او الوتکو له لارې ارزگان ته د درملنې لپاره ډلې ليږلي چې دغه ناروغي د وبا په څير نوره خپره نه شي .
په ارزگان کې د طالبانو جنگي فعاليتونه د ډيرو چارو مخنيوى کوي .
وړمه ورځ د دوى له لورې په يوې چاودنې کې د يوې ولسوالۍ د امنيې قومندان له خپلو ماشومانو سره ووژل شو . ",په ارزگان کې گڼ ماشومان وژل شوي
786,مجيب الرحمن انګار _ پېښور,"
مــــاخـــو ځکــه ســتا کــوڅې تــه ژړا راوړه
چــې مــو کلـــــي تــه چــا غــم او ګـــناه راوړه
دادب پر اســــمان نـــه ځـــلېــــــدل ستوري
ســـپوږمۍ هم دوريځـــو غېږته پناه راوړه
درښـــتين او حــبيبي الـــفت ورکــــــــــــېږي
تـــه مـــو چـــم تـــه ربـــه بـــل بيـــــــــــنوا راوړه
کـــه رشــاد مې په ټول عـــــمر ژوندی کېږي
عـــزرائيلـــــه په مــــاهـــم مـــيلمستيا راوړه
دخـــــــــــــــټک توره مــې لاس کې ده تنهايم
پــــــــــــــــــــښتنې ابۍ يو بل احمدشاه راوړه
نـن زمونــــــــــــــــــــــــــږه دفرهنګ قماربازانو
دې ادب تـــــــــــــه بــــــــــــــــــــې ادبه دنيا راوړه
بـــې فـرهنــــــګو خو وژلمه کاتــــــــــــــــــــــــــــــــبه
مولا خلاص کړمـه په خوله کې مې ساه راوړه
٢٣ جنوري ٢٠٠٥ ",يو بل احمدشاه راوړه
787,سعيد لودين - تورنټو کاناډا,"
په شرانګا کي د سرو تورو
په ميــــــدان کي بېله زغرو
اطـــاعـــت مــــــــو د حاکم و
چي تر مرګه بــــــــه ور ځغلو
نه به درد د چـــــــا مانع وي
نه به وېـــــــره له وهـــــــــــــلو
پر سرونو مـــو اور بل کـــــړ
د منــــــزل پــــــــر لوري تللو
چي قـــطره قــــــطره د ويــنو
هر قدم قــــدم رڼــــــا کـــــړل
چي ځوانــــۍ مو د خيالونو
په قبـــــرو باندي سودا کړل
قـــــربانۍ چــــــــي د سرونو
ربــــــاتــــونـــه کـــــربلا کړل
چي پر عزمو زخــــمي مـــټو
د غليم لښکر خنسا کـــــــړل
چي شيشنی مو د اســــــونو
د کلا بـــــرجــــــــونه وا کړل
او تاجــــــونـــه د ملــــــکونو
مـــــو ســـــــرونو ته روا کړل
د لښـــــکر سپــــــه سالار مو
په ميـــــــدان کي قهقها کړل
زمــــــوږ د وينو و ميدان تې
تر ابده خپـــــــله شـــــا کــــړل
", (موږ ته يې شا کړه )
788,,"
د مرکزي افغانستان په بېلابېلو سيمو کي يخنۍ د افغان غريبو کورنيو دماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی .
د عامي روغتيا وزارت په دې لړ کي د يو شمير مرستو اعلانونه کړي دي ، خو ويل کيږي چي په نوموړو سيمو کي تر اوسه پوري په لسګونو ماشومان يخنۍ وژلي دي . اوکه نړيوالي خيريه موسسې دې ستونزي ته پاملرنه ونه کړي ،د يخنۍ له کبله به دمړينو او نارغيوخپريدلو دا لړۍ به نوره هم وغځيږي .
د افغانستان په ډيرو سيمو کي سږنی ژمی په تيرو شپږو کلونو کي تر ټولو سوړ دی .
",پر افغان ماشومانو د يخنۍ ، او غريبۍ اغېزي
789,,"
دهرات ولايت د ګزره ولسوالۍ د کرت شالي په کلي کي د افغانستان د کليو دپراختيا د وزارت او سيمي د اوسيدونکو په ګډه همکاري د يوې ابتدائيه ښوونځی د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
نوموړې ښوونځی چي د اتو ټولګيو درلودونکې به وي ، په ٥٠٠ متره مربع مځکه کې د کليو پراختيا وزارت له خوا د ٢٦٣٠٠ ډالرو په خرڅ جوړيږي .
د ښوونځی په جوړلو کي لس سلينه سيمه ايزو وګړو همکاري کړېده .
",په هرات کي نوې ښوونځی جوړيږي
790,,"
د نړيوالو سوله ساتوځواکونو ، او نړيوالو ائتيلافي ځواکونو يو ګډ پلاوی شبرغان ته ستون شو .
دا پلاوی چي د چاوديدونکو توکو پېژندونکي ورسره دي په سيمه کي د اختر د لومړۍ ورځي دچاودني په اړه پلټني کوي .
په نوموړي بريد کي چي اصلي موخه يې د دوستم وژل وو ، د دوستم ورور قادر دوستم ، او نور ٢٥ تنه ورکي ټپيان شوي وو ، خو دوستم روغ ترې وتلی دی .
داختر په دوهمه د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت له خوا هم يو پلاوی سيمي ته د پلټنو لپاره ليږل شوی وو .
افغان او بهرنی پلاوی چي ددواړه سره د چاويدونکو توکو پوهان ملګري دي ، د چاودلي بم او بارودو د څومره والي اوڅرنګوالي په اړه څېړني کوي .
",نړيوالو ځواکونو يو پلاوی شبرغان ته وليږی
791,,"
",
792,عبدالاحمد محمد يار ، کندهار,"
عبدالاحمد محمد يار ، کندهار
نشه يي توكي، ټوپكسالاري، اداري فساد او ترهګري څلور داسې پديدې دي، چې نن ورځ يې درست افغانستان د وحشت تر تتۍ لاندې كړى دى. دغو څلورو پديدو ته د څلورو لويو بلاوو نوم هم وركولاى شو. د دغو څلورو بلاوو ژوند دا ډول يو په بل پورې تړلى دى، چې د هرې يوې برلاسي د هغې بلې د پرمختګ او د هرې يوې ماتېده، د هغې بلې د ساه ختلو په مانا ده.
له دغو څلورو بلاوو څخه د رېيو ته يې لكه: نشه يي توكي، ټوپكسالارۍ او اداري فساد ته چې سړى وګوري، نو د ژوند لپاره يې بالكل لكه قانوني زمينه چې برابره وي، ځكه چې د درېيو سرو د شتون جواز د دولت په جېب كې پروت ښكاري او دغو درېيو سرو ته د دولت په چوكاټ كې دننه د ژوند كولو چانس ورپه برخه دى. ښه به دا وي چې دغې هرې بلا ته يو- يو ځل وګورو.
١_ ټوپكسالاري :
د ټوپكسالارۍ په اړه خو به داسې ورځ نه وي چې له وحشته دې يې د ولسمشر كرزي فريادونه پورته نه وي. له هغې لومړۍ ورځې څخه چې دى د واك پلاز ته ورپورته شو، نو له خپل ملت سره يې دا ژمنه وكړه چې د ډېرو نورو ناخوالو ترڅنګ به د ټوپكسالارۍ دود ته هم لغته وركوي.
دا دى تر ننه پورې دا ژمنه تكراروي او دى يې خپله د افغان ملت ارام ژوند، ملي يووالي، سياسي ثبات او پرمختللي افغانستان لپاره تر ټولو لوى ګواښ په توګه ښيي. څه مهال وړاندې خو يې له نيويارك ټايمز نومې ورځپاڼې سره په خپله يوه مركه كې په خورا مېړانه او زړور انداز سره وويل چې نور به د ټوپكيانو په وړاندې له جديت څخه كار اخلي. د ښاغلي كرزي، دې خبرې ټوله نړۍ او افغانستان هېښ كړل، ځكه چې د ده په اړه هېڅ فكر نه كېده چې له دومره زړورتيا څخه دې كار واخلي، ځكه نو تر ننه هم د ده دا خبره د افغانستان او نړۍ په ټوليزو رسنيو كې په وار- وار يادېږي او يادېږي. له دې مركې څخه مناسب وخت تېر شوى دى، خو تر اوسه پورې مو د ښاغلي كرزي د دغې ګټورې تيورۍ په غاړه كې د عمل جامې ونه ليدې.
دلته يوه ډېره مهمه پوښتنه دا راپيدا كېږي، چې اخر دا ټوپكسالاران څوك دي؟
له بده مرغه چې ښاغلي كرزي تر اوسه پورې ټوپكسالاران خپل ولس ته ور ونه پېژندل او نه يې مشخص كړي دي. خو ايا دا دا مانا لري، چې د ده ولس دومره ناپوه، ساده او سرناخلاصه دى، چې ټوپكسالار به نه پېژني؟
څه موده وړاندې چې كله يوه ورځ ښاغلي كرزي له خپل دود سره سم د ټوپكسالارانو د وركېدو دنده ترسره كوله، نو هلته د كابل ښار، د كابل نندارې په تالار كې په اصطلاح جهاديان د اكاډميسين پوهاند برهان الدين رباني او پوهاند عبدالرب رسول سياف تر بركتناك سيوري لاندې راټول شوي وو. د دوى د خبرو، ويناوو او نظرياتو نچوړ دا و چې دوى په ډېر افسوس سره وويل: ”...كرزى مجاهد ته د ټوپكسالار اصطلاح كاروي. موږ تر دې وروسته ده ته دا اجازه نه وركوو، چې نوره دا ګناه تكرار كړي“. دا مهال ما ته دا فكر پيدا شو چې والله ښاغلى كرزى لكه چې همدا يو پوهاند رباني، سياف، قسيم فهيم، جنرال دوستم، تورن اسمعيل خان، جنرال عطا محمد، عبدالله عبدالله، يونس قانوني، ښاغلى خليلي او... ټوپكسالاران ګڼي، ځكه همدوى خو د ښاغلي رباني او سياف- ښاغلي او رښتيني مجاهدين دي او په دې كې هېڅ شك هم نه شته چې نن ټوپك هم د همدغو ښاغلو په لاسونو كې دى او نوره خو د يوه ډېر ساده او احمق لپاره هم خبره سپينه ده، چې ټوپكسالاران څوك دي؟
كه خبره سپينه وكړو نو ويلاى شو چې د ښاغلي كرزي اوسنۍ كابينه له يوه، يا دوو كسانو څخه په استثناء يوه ټوپكسالاره كابينه ده او د دې خبرې د زبات لپاره يو څو نورې كرښې هم ليكم، هغه دا چې: څه مهال وړاندې د كابل ښار د پوليتخنيك د لويې جرګې په خېمه كې د ټولټاكنو د قانون د څېړنې په هغه كې د تعديل، نيوكې، بشپړېدا او وړانديزونو په اړه د افغانستان په كچه د افغان ځوانانو يو هراړخيز كنفرانس جوړ شوى و، چې په هغه كې د ولسمشر مرستيال هدايت امين ارسلا، د خپلو خبرو په ترڅ كې دولتي اداره ټوله په ستونزو او فساد كې ډوبه وګڼله، يوازې يې ځان ښه سړى، مجاهد او د كار اهل وباله، نور يې نو د ټولو پر مخونو چليپا راكش كړه. همدارنګه د ټولټاكنو د ګډ دفتر مشر ډاكټر فاروق وردګ، د مخابراتو وزير، د كليو د پراختيا وزارت مرستيال، د بشر دحقونو د خپلواك كميسيون مرستيال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جان ارنولډ، د اروپايي ټولنې استازي، د جرمني د سفارت استازي او... ټولو په بېلابېلو عبارتونو همدا يو د ستونزو او وسلې د شتون نظر وړاندې كاوه او بله دا چې څه وخت وړاندې په كندهار ښار كې د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا (كندهار د تاريخ په اوږدو كې) څېړنغونډه (سيمينار) جوړ شوى و، هلته د نوموړي وزارت له وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين سره پر يوه لانجه واوښتم، په داسې حال كې چې ټول حواس يې د احساساتو په اور كې سوځېدلي وو، راته ويې ويل: ”په ټوله كابينه كې يوازېنى سړى يم، چې خپله دنده مې په سمه توګه ترسره كړې ده، نوره خو ټوله كابينه له ټوپكسالارانو جوړه ده“.
اوس كه موږ خپل او د ولس څېړنه يوې خوا ته كړو، په خپله د چارواكو له خبرو او كړنو څخه دا خبره تر لمر او روښانه كېږي، چې اوسنى واكمن نظام يو ټوپكي نظام دى. خو دا دا مانا هم نه لري چې موږ دې د نوموړي نظام پرضد يومخ په مخالفت لاس پورې كړو، بايد كمزوري اړخونه يې روښانه او د ستونزو او نيمګړتياوو د له منځه وړلو وړانديزونه يې وكړو.
زه داسې فكر كوم چې نن ښاغلي كرزي ته د هېواد او نړۍ په كچه د ملاتړ او محبوبيت امكانات برابر دي، له همدغو امكاناتو څخه په ګټه اخيستلو سره لكه څنګه چې يې له نيويارك ټايمز سره په خپله مركه كې ويلي، بايد عملي او جدي اقدام وكړي.
له بده مرغه چې ده تر اوسه پورې دا كار نه دى كړى، بلكې د خپل دغه مثبت اقدام پرضد كړنه يې كړې ده. د ساري په توګه څو مياشتې وړاندې د هرات والي تورن اسمعيل خان د مركز له خوا د فرقې ورلېږل شوي قوماندان په وړاندې وسله پورته كړه، په لسګونو انسانان ووژل شول، ده په دغه وحشت كې يو عجيب و غريب نوښت دا هم وكړ، چې د هر ډول نړيوالو، انساني او اخلاقي نورمونو خلاف يې په روغتون كې تر درملنې لاندې بېوسه ټپيان هم ووژل. په دې اړو دوړ كې د افغانستان د هوايي چلن او ګرځندوى وزير چې د تورن اسمعيل خان زوى هم و، ووژل شو، چې دا د مركزي دولت په وړاندې يو څرګند شرارت او بغاوت و. د دې پرځاى چې مركزي دولت د خپل نړيوال توان له ملاتړ سره- سره د نوموړي ياغي او باغي بڼكې ايستلې واى، ښاغلي كرزي يې د زوى فاتحې ته خپله مېرمن ورولېږله او د تسليت پيغام يې ورته وړاندې كړ.
جنرال دوستم په فارياب كې د مركزي دولت له خوا د ټاكل شوي والي پرضد په پوځي مارش لاس پورې كړ. د سترګو په رپ كې يې هغه خواركى په زوره له فارياب ولايت څخه وايست، خو ښاغلى عبدالرشيد دوستم د حضرت صبغت الله مجددي له خوا د ”خالد بن وليد“ د وركړل شوي لقب په جامه همداسې شريف، سپېڅلى او دروند پاتې شو.
د مزار شريف د قول اردو قوماندان جنرال عطا محمد په نوموړي ولايت كې د مركزي دولت له خوا د ټاكل شوي امنيه قوماندان اكرم خاكرېزوال پر وس، توان او مسووليت باندې يرغل وكړ، 138 تنه ملي پوليس داسې تري تم شول، چې پته لګول يې د چا د توان خبره نه وه. خاكرېزوال بېچاره په خپل كور كې له ځورونې او د لوږې له ګواښ سره لاس و ګرېوان و، دولت يې غم نه شواى خوړلاى، د امريكايانو د ولايتي بيارغونې ډلې يا PRT له خوا يوڅه قوت لا يموت ورورسول شول. مركزي دولت د جنرال عطا په وړاندې د قانوني كړنې ګناه نه شواى كولاى، ځكه يې نو د مزار شريف ولايت په لاس وركړ.
دې سياسي ناز و ادا او كرشمو ته سړى هېښ پاتې شي. اخر دا پوښتنه خو زه نه شم ځوابولاى، چې امريكا له دغو واكمنو ټوپكيانو څخه څه غواړي؟ ښاغلى كرزى په دې ټوپكسالاره كابينه څه كوي؟ پر يوه سر، له ولس سره د ټوپكسالارانو د وركاوي پخې ژمنې كوي، پر بل سر بيا د همدغو ټوپكسالارانو د سترګو بلا اخلي، ناز يې پر مځكه نه اچوي. په زړه پورې خو لا دا ده چې كرزي د ځان د كانديدۍ په ترڅ كې خپل راتلونكي دوه مرستيالان كريم خليلي او احمدضيا مسعود اعلان كړل.
سړى نه پوهېږي چې دا بيا كوم جادو وبولي. ته به وايې چې كرزي ته دا معلومه شوې ده چې ولس له ما پرته بل هېڅ انتخاب نه لري، ځكه خو راشه د دې ولس د عزت او ناموس څرګند غليمان بېخاره په خپل څنګ كې ودروه او د دې خوار ولس پر خواره او مجبوره ورځ باندې وخانده، ننداره يې وكړه، كار ځنې واخله او لا يې خوار كړه، ځكه د افغان ملت څرګند غداران او هغه ټوپكسالاران چې دى يې خپله د وركاوي خبره كوي، په خپله خوا كې په څرګنده درول او ولس ته يې اعلانول، د ولس پر زخمونو له مالګې دوړولو څخه پرته بله هېڅ مانا نه لري. په داسې حال كې چې دا بېوسه ولس له ځان څخه د دفاع هېڅ وسيله او امكان هم نه لري.
٢_ د نشه يي توكو بلا:
د نشه يي توكو د بلا ژوند، نېغ په نېغه په ټوپكسالارۍ پورې تړلى دى. څنګه چې د ټوپك واكمني نه يوازې دا چې كمزورې شوې نه ده، بلكې له يوې ورځې څخه بلې يې لا بنسټ كلك شوى دى، ځكه نو د نشه يي توكو بلا هم له يوې ورځې څخه بلې ته لا پسې چاغېږي او پړسېږي، چې په دې اړه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو د پلټنې راغلي پلاوي په ډېره نهيلې لهجه وويل چې په نوموړي هېواد كې دغه د نشه يي توكو فساد ډېرې اوږدې او ژورې ريښې ځغلولې دي.
د دغه پلاوي له لهجې څخه داسې ښكاري چې د دغو ريښو كښل ډېر ستونزمن كار دى. ستونزمن كار خو به ځكه وي، چې د ټوپكسالارانو له خوا اوبه وررسېږي، چې نه مركزي دولت او نه يې نړۍ د مخنيوي هڅه كوي.
د نشه يي توكو لېږد رالېږد، كار و بار او سوداګري د عادي، بېوسو او بې وسيلو وګړو د توان خبره نه ده، دا كار و بار د ټوپك په زور كېږي، د بغاوت او سركښۍ په زور كېږي، له واك او اداري مسووليت څخه د ناوړه ګټه اخيستنې په زور كېږي، نه په تش لاس او دا ټول امكانات له چارواكو سره شته او دا چارواكي يوازې ”چارواكي“ نه دي، بلكې ټوپكوال هم دي، ځكه نو نه يوازې دا چې عيني واقعيتونو ته په پام سره دا كار كوي، بلكې هره ورځ يې د سر په غوږونو او دواړو سترګو اورو، يا وينو چې دوى په دغه ناوړه تجارت بوخت دي.
يوه نرۍ بېلګه يې څه مهال وړاندې په مزار شريف كې د جنرال عطا او جنرال خاكرېزوال ترمنځ د ناندريو رامنځته كېدل وو. يو ځل د نوموړي ولايت امنيه قوماندان جنرال خاكرېزوال، د قوماندان عطا په ترياكو بار موټر راګرځولى و او د ده د نشه يي توكو بار ته يې سخت تاوان وراړولى و. قوماندان عطا دا كار د خپل ټوپكي غرور په وړاندې خورا لويه سپين سترګي ګڼلې وه، ځكه يې پلمه لټوله. په پاى كې پلمه په لاس ورغله، بې مسووليته يې همداسې په ترياكو ډكې كڅوړې له هغو خلكو څخه ونيولې، چې د خاكرېزوال له خوا لاسليك شوي د وسلو جوازونه ورسره وو، ځكه يې نو د غچ اخيستلو لپاره په خورا بې مسووليتۍ سره ملي پوليس تري تم او خاكرېزوال يې هم د هغه په كور كې نظربند كړ.
بله پېښه په غور ولايت كې رامنځته شوه، چې هلته هم ملي پوليسو غوښتل د استاد رباني د ترياكو كار و بار ته زيان واړوي او د دغې سوداګرۍ خنډ يې شي. د دې لپاره چې استاد رباني په ترياكو د خپلو بار موټرانو د خلاصون لپاره لار پيدا كړي، نو يې خپل كسان له ملي پوليسو سره لاس و ګرېوان كړل او د خپلو نشه يي توكو د سوداګرۍ له مخې يې اغزي ليرې كړل، چې دا پېښه بيا د هغه ځاى له دكاندارانو سره د ملي پوليسو معمولي اخته كېدل وګگنل شوه. په دې ډول سره د افغانستان په ګوټ- ګوټ كې ټول لوى او واړه قوماندانان، تر وزيرانو، واليانو او سياسي مشرانو پورې په دې ناوړه تجارت بوخت دي. په دې كې هېڅ شك نه شته چې كه نن له دغو خاينانو څخه ټوپك واخيستل شي، نو يوازې د يوم په زور به هېڅكله هم ونه توانېږي، چې د نشه يي توكو لپاره مځكه واړوي او د نشه يي توكو د فساد ريښې دې په كې ښخې كړي.
٣ _ اداري فساد:
په اداري فساد كې خو دا اداره دومره ډوبه ده، چې نژدې دى غوږونه يې هم په كې ډوب شي. رشوت خوړل خو په هر لوى او كوچني اداري واحد كې، په تېره بيه محاكمو كې تر داسې بريده رسېدلي دي، چې نژدې دى ووايم بېخي راته افسانوي ښكاري، خو په رښتيا كې يې شك نه شته. د ساري په توګه په كلدارو يا افغانۍ شكرانه (رشوت) روا نه دى، كه څوك غواړي چې د خپل حق ناحق كار له خلاصون څخه وروسته خپله جبري شكرانه په كوم چارواكي ومني، نو دى لومړى اړ دى چې په خپل لاس كې اسعار په ډالرو واړوي او بيا يې ورته ډالۍ كړي او له دې پرته نو د ده د حق غوښتنې فريادونه له لويه خدايه پرته بل څوك نه شي اورېدلاى.
همدا لامل دى چې د يوه له پامه لوېدلي رياست پر څوكۍ باندې كه نن كوم رئيس ټاكل كېږي، نو څو ورځې وروسته به يې ګورې چې د ښار پر پاموړ موقعيت باندې د ده لپاره موډرن ترينه ودانۍ پورته كېږي، ان ځينې خو به وينې چې د ښار په هر پاموړ موقعيت كې د ده درې نوي او پاموړ ودانۍ ولاړې دي.
په دې كې شك نه شته چې دغه ودانۍ د بېوسه افغان ملت په اوښكو جوړېږي او د دغو ښكلو ودانيو په ښكلا كې د دغه ملت د وينو رنګ كارول شوى دى. تر هغه چې د واكمنو ټوپك او برچه په لاس كې وي، نو هغوى له يوې خوا د نشه يي توكو په كار و بار سره د افغانستان نړيوال حيثيت ته ګوزار وركوي، له بلې خوا په رشوت خوړلو سره د اداري فساد افسانه هم پنځوي.
٤_ ترهګري :
د دغو درېيو بلاوو (ټوپكسالارۍ، نشه يي توكو او اداري فساد) بېغمه ژوند د درېيمې هغې (ترهګرۍ) د فعاليت او ژوند لپاره پخه او پراخه لار پرانيستې ده، هغه په دې دليل چې مفسد واكمن چې د خپلو جنايتونو او خيانتونو پر مهال هر ناروا حركت كوي، هر فساد كوي، نو پړه يې ښه بېخاره د ترهګرو پر غاړه وراړوي. په دې كې شك نه شته چې ترهګر به د افغان ملت ارام ژوند ته ګواښ نه ورپېښوي، خو له يوې خوا د واكمنو فساد د دوى لپاره ښه زمينه برابره كړې او له بله پلوه دوى د خپل قانون د پردې شا ته تروريسټي خوځښتونه هم پر دولت ضد ترهګرو تاوانوي. زه فكر كوم چې دغه د دولت په چوكاټ كې دننه پر كار بوخت ترهګر تر هغو ډېر خطرناك دي، چې عملاً او مخامخ د خپل مخالفت ږغ پورته كوي، بله دا چې ډېر داسې د دولت ضد په اصطلاح ”ترهګر“ شته چې د دولت د نااهلو او لنډپارو چارواكو له خوا برناحقه په يوه او بل نامه ځورول شوي او په لوى لاس مخالفت ته اړ ايستل شوي دي، چې يوه څرګنده بېلګه يې په زابل ولايت كې په اصطلاح هغه خطرناك ترهګر ملا دى، چې د طالبي نظام تر ړنګېدو وروسته پر خپل كور كښېناست او د لومړنيو توكو يو كوچنى دكانګى يې راوايست، خو هر وخت به د مغرضو چارواكو له خوا حق ناحق ځورول كېده، رټل كېده او ګواښل كېده، په پاى كې د ده نفس تر پزې راورسېد، چې له عملي مخالفت پرته بله هېڅ لار ورته پاتې نه شوه. دا كيسه مې د يوه نړيوال خبري سرويس له ژورناليسټ څخه وارېدله چې ويل يې: ما دغه د دولت په اصطلاح ترهګر په زابل ولايت كې وليد او ورته ومې ويل چې ياره! د خداى روى وګوره، اخر تر كومه به دا مخالفت كوې، نور دا مظلوم ولس پر كراره پرېږده، يو څه خو په خپل ګرېوان كې سر دننه كړه، چې ستا د دغه مخالفت ګټه د چا په جېب كې لوېږي.
دغه ژورناليسټ زياتوي چې دغه طالب چې ډېره ښكلې ځواني يې وه، راته ژړل، مرۍ- مرۍ اوښكې يې پر توره ږيره راوبهېدلې او راته ويې ويل: پوهېږم چې ګټه يې د پرديو، په ځانګړې توګه د پاكستان جېب ته لوېږي، پوهېږم چې په دې حركتونو كې زما، زما د ملګرو، زما د هېواد او زما د ولس تباهي ده، خو اوس ما ته بله هېڅ لار نه ده راپاتې. اړ يم، پر كور مې پر كراره نه پرېږدي، اوس دې نو زما او زما غوندې د نورو مجبورانو زور ته ځان ټينګوي.
د دغه ژورناليسټ په وينا، دغه طالب د چريكي عملياتو په تكتيك كې دومره لاسبرى و، چې كه په هر ډول محاصره كې به راګير شو، خو داسې د محاصرې له كړۍ څخه ځان باسي، لكه مرغړى چې له ګوتو وځي.
پــــــــــايـــــــلـــــه :
تر هغه چې له واكمنو سره پوځي زور ملګرى وي، نو ټوپكسالاري به ورځ په ورځ اوج ته رسېږي او چې ټوپكسالاري واكمنه وي، نو د نشه يي توكو كار و بار او اداري فساد به هم د بېسارې ودې په حال كې وي او چې داسې وي، نو د ترهګرۍ د بلا سيورى به هم له يوې ورځې څخه بلې ته د هېواد او ملت پر سر لا پسې خپرېږي
",د څلورو بلاوو په كړۍ كې راښكېل ولس
793,,"
هغه افغاني روغتيايي کارکوونکي چي د اندونيزيا هيواد د څونامي ځپلو سره د مرستي په نيت خوځيدلي وو ، نن يې د نوموړي هيواد په زين العابدين روغتون کي د نورو نړيوالو ډاکترانو سره يو ځای په کار پيل وکړ .
که څه هم افغانستان د نورو هيوادونو په نسبت لږه مرسته کړې ده ، خو د کوربه هيواد او نورو هيوادونو له خوا وستايل شو ، ځکه افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چي تازه له لسګونو کلونو اږدمهالي جګړې راخلاصيدونکی دی ، او د لومړي ځل لپاره کولای شي له يوه بل هيواد سره مرسته وکړي .
افغاني ډاکترانو د يو شمير څونامي ځپلو په درملنه پيل کړی دی . او د راتلونکو اوونيو لپاره به په مرستو بوخت وي .
افغانستان د څونامي ځپلو سره د يوشمير روغتيايي اړتياوو د مرستي او روغتيا پالانو تر څنګ د ويني مرسته هم کړېده . ",افغاني ډاکترانو په اندونيزيا کي کار پيل کړ
794,,"
",
795,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٥
کابل : د افغانستان ولسمشر د خپلې کابينې په يوه غونډه کې له عراقيانو غوښتي دي چې د افغانانو په پلۀ پل کيږدي او بې له دې چې د دۀ په وينا د تره ګرو ګواښونه زړۀ ته واچوي په ټاکنو کې دې برخه واخلي .
ولسمشر کرزي وويل افغانانو په ټاکنو کې په برخې اخيستو ځانونو ته نړيوال وياړ په برخه کړ ، عراقيان هم همداسې کولی شي .
ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د ولسمشرۍ په لومړنيو ټاکنو کې بريالی کانديد و چې ١٧ نورو سيالانو ته يې ماتې ورکړه .
عراقيان د خپلې ولسي جرګې لپاره په کور دننه او دباندې بله يکشنبه ( د جنوري ٣١ ) رايه ورکوي خو د اورپکو پرله پسې بريدونو عام وس ته ګواښ پېښ کړی دی .
",کرزی : عراقيان دې له موږ زده کړي
796,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٥
کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما وايي دوی په هيله دي چې د دغۀ هيواد د پارلمان لپاره ټاکنې به پر وخت ترسره شي .
د يوناما له لورې دا هيله د داسې ناهيليو په ترڅ کې څرګنديږي چې له قانون سره سم تر ټاکنو څلور مياشتې وړاندې د ولسواليو پولي نه دې څرګندې شوي او سرشمېرنه هم په لانجمن حالت کې پاتې ده .
خو يوناما وايي دوی هيله لري چې له افغان حکومت سره په همکارۍ به دغه ستونزې پر خپل وخت حل کړي .
ټاکل شوې ده چې د غويي په مياشت کې د ولسي او مشرانو جرګو لپاره په افغانستان کې ټاکنې وشي .
",يوناما: ټاکنې به پر وخت کوو
797,غفور لېوال,"
مكتبۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
قصيده مې پخه كړې
ګرځومه كوزړۍ
ځوان مريد دڅرخي پير يم
رنګ دې ورك شي كوډې نه كړم
كوډې باسم
بند بختونه خلا صومه
دمينو زړو ريبار يم
شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ
څوك دسمال راته خامك كړي
څوك راجوړه كړي خولۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
نجونې ګردې رانه تاو وي
تاويزونه رانه غواړي
ملا تل راته په قار وي
سل كوپرونه راته وايي
خو پروا يې ډيره نه كړم
خدايزده ولې
دكوز كلي په زلميو باندې ګران يم
ما ته راز ددوى مالوم دى
يو دخان په لور مين دى
بل لېدلې
دملا صايب لمسۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
دشنډ توت ډډې ته ناست يم
شنډو ښځو ته تاويز كړم
ماشومان له ځېله خلاص شي
ورته دم چې زه مميز كړم
دبرات دمياشتې سر دى
نن اوله پنجشنبه ده
يوه پيغله راته ناسته
زښته ډېره ښايسته ده
وايي داسې تاويز راكړه
چې مې پلار لږ بسلمان شي
سبيل مړى ولور كم كړي
خوږ جانان مې مساپر دى
په دوبۍ كې مزدوري كړي
***
نيمه شپه چې شي رابره
په سندرو باندې سر شم
ټول ماران مې په هوده دي
غږوم ورته شپيلۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړى مې ښه يار دى
ډيرې شپې سره يو ځاى يو
ظالم ښه مست ربابي دى
دځوانۍ سندرې وايو
شپه چې ښه ډېره پخه شي
بيا نو بله كړو دوهۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړى چې نن راغى
په خندا يې راته وويل :
صايب زاده كيسې ته غوږ شه
نن اوړه مې دخان يووړل
كور يې ډك له مېلمنو و
څوك له ښاره وو راغلي
په انګړيې شور ماشور وو
يوه ښكلې مېلمنه وه
په ښايست وه ښاپيرۍ
كليوالو غوندې نه وه
ښكاريدله مكتبۍ
شرمېدله پټ يې وويل :
صايب زاده يار ته دې وايه
پير خانې ته دې سلام دى
يو تا ويز خو راته وكړه
چې جانان ته شم منظوره
شكرانه به پوره دركړم
خداى دې مكړه ادې بوره
مكتبۍ راته داوويل
بيا يې راكړدا كاغذ
ژرنده ګړي توبې وكړې
ويل يې ورانه زمانه شوه
مكتبۍ نه وه بلا وه
په خندا بېرته ستنه شوه
په كاغذ كې وو ليكلي :
په سندرو يم مينه
دنغمو يم ليونۍ
په يو چا مې زړه بايللى
غږوي ښكلې شپيلۍ
يو تاويز ورباندې وكړه
چې ماګل كړي د پګړۍ
د بر كلي صايب زاده دى
يو يې آس يوه شړۍ .
۴\ ۱۱\۱۳۸۳
متحده ايالات –مريلند ",د بر كلي صايب زاده يم
798,,"
د کوئټي په ښار کي په يوه سيمه ايز حکومتي دفتر کي درنه چاودنه شوېده .
د چاودنې په اړه د مړو اوڅوبل شويو کسانو پوره شميره تر اوسه نه ده مالومه .
پنځه تنه پاکستاني انجنيرانو هغه وخت ووژل شوه کله چي يې اورګاډي له ليکي واوښته .
دا کسان هغه وخت ووژل شوه کله چي د پښتونخوا د کوئټي ښار ته نږدې د کوئټي او کراچي تر منځ اورګاډي پرليکه د يوې بلي درنې چاودني پلټني ته روان وو .
", د کوئټي ښارته نږدې درنه چادونه شوېده
799,,"
د خوست ولايت د اړوند کانونو څخه د قيمتي ډبرو راايستل او پاکستان ته د هغه ليږدول د مخکي په شان ادامه لري . دخوست ولايت يوه اوسيدونکي وويل : يو ټن ډبره په اووه زره او يو ټن ونه په لس زره په شينکۍ او وزيرو کي خرڅيږي ، نوموړي وويل د شينکۍ او وزيرو څخه دا توکي د پاکستان کراچي ښار ته وړل کيږ ي.
د خوست ولايت چارواکي لکه د نورو سيمو په شان د قيمتي ډبرو ، ځنګلونو او تر ځمکي لاندي تاريخي اثارو په ساتنه او بهرته په قاچاقي توګه ليږدونه کي پاته راغلي دي . خو د خوست ولايت د امنيتي چارو مرستيال ډګروال محمدزمان خبريالانو ته وويل : تر اوسه پوري مو په سلهاوو موټرونه په قيمتي ډبرو او ځنګلي ونو بار نيولي دي ، او مجرمين مو دقانون منګلو ته سپارلي دي . نوموړي پړه د معادن او صنايع وزارت پر چارواکو واچول ، چي ګواکي دوی ورته په دې اړه مخکي هم وړانديز کړی ، چي سيمه ته دي په دې اړه د فني کسانو تشکيل وليږي ، تر څو د امنيتي کسانو سره په همکاري سره ددې غيرقانوني کار مخه په ښه ډول ونيولای شي .
يو شمير نظر خاوندان اندېښنه ښيې چې که د خوست ولايت طبعي زيرمو او ځنګلونو ته د مرکزي دولت له خوا جدي پاملرنه ونه شي ، په نږدې راتلونکي کي به دا زيرمي د قاچاق وړونکو له خو لوټ او له منځه لاړي شي .
",خوست او د هغه سيمي قيمتي ډبري او ځنګلونه
800,,"
د بلخ ولايت د ملکي روغتون څخه نږدې يو اتيا ( ١٨) تنه ډاکټران او روغتياپال د عامي روغتيا د وزارت په لارښوونه له کاره ګوښه کړل شوي دي .
د روغتون يوه ډاکټر تور ولګاوه چي ملکي روغتون اوس د يوه سوداګريز مرکز بڼه غوره کړېده ، اوپه ٨١ کسانو کي داسي ډاکټران هم له کاره ګوښه کړل شويدي چي له ديرشو کالو راپه دې خوا يې دلته دنده تر سره کول .
ويل کيږي چي د عامي روغتيا وزارت د نوموړي روغتون ادارې مسولين په دې اړه مخکي له مخکي نه وو خبر کړي . دعامي روغتيا وزارت ويلي دي چي نوموړي کسان به د سيمي په يو شمير نورو کلينکونو او ولسواليو کي په کار وګماري .
يو شمير له کاره ګوښه شوې ډاکټران تور لګوي چي په دې کار د سيمي د پخواني قومندان استاد عطا لاس دی .
",د بلخ ولايت دملکي روغتون څخه ډاکټران شړل شوي
801,,"
پژواک خبر :
د ننگرهار ولايت د جلال آباد ښار په هوټلونو او ګرځنده سينماگانو کې نندارې ته وړاندې شوي ځينې فلمونه چې ګواګې ډيالوک ((دخبرولهجه )) يې دګاونډي هېواد پاکستان تراغيز لاندې راغلې ؛دډېرو ليدونکو له نيوکو سره مخ شوي دي.
د فلمونو د ډايرکټرانو پر وينا،د فلمونو ډيالوګ چې ،په پاکستانۍ لهجه جوړ شوى ، لامل يې دا دى چې، دې فلمونو کې ، پاکستانۍ ښځينه فلمي ستورو کار دى.
نندارې ته د وړاندې شويو فلمونو محتوى او داستانونه دافغانستان له روانو حالاتو سره سم دي ا و په خپله غېږه کې تروريزم ، په ښارونو کې چاودنې او دپوليسو دندې او دښوونکو اوزده کوونکو ترمنځ اړيکې اوځيني نور مسايل رانغاړي .
که څه هم په ننګرهارکې کومه سينما وجود نه لري خو دګرځنده پردو اوپراجيکتورونو په وسيله داجوړ شوي فلمونه په هوټلونو کې نندارې ته وړاندې کېږي اوسربېره پردې په جلال آباد ښار کې دافغان ، شايق اواسيا په نامه درې کېبلونه هم شته چې، وايي بېلابېل نړيوال چينلونه مودخلکو دبوخت ساتلو اوله نړۍ څخه دخبرېدلو په موخه له دې لاري خپاره کړي دي
دجلال آباد ښار دڅلورمي ناحيې درويشت کلن اوسېدونکي ناصر( همدم)( چې، دننګرهار په هوټل کې ېي د(انتظار) په نوم افغاني فلم ليدلى) پژواک خبري آژانس ته وويل : (( دمرکزي لوبغاړو او په ځانګړې توګه دښځينه کارکوونکو دخبرو لهجه يې پاکستانۍ وه او زياتره اصطلاحات پکې پېښوري کارول شوي وو))
خو د((انتظار)) فلم جوړوونکى نجيب الله (صادق) بيا وايي : (( په افغانستان اوپه ځانګړي توګه ننګرهار کې ښځينه فلمي ستورې نشته اوکه وي هم په اوسنيو شرايطوکې دځينو کلتوري محدوديتونو له امله فلم کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي ))
د فلم جوړوونکي پر وينا، دوى دهمدې ستونزي له مخي دې ته اړشول چې، ښځينه کارکوونکي پېښور کې پيدا او د هغوى ځينې صحنې هم په پاکستان کې ډکې کړي ٠.
د((انتقام )) په نوم ديو بل افغاني فلم جوړونکى معلم عبدالبصير بيا وايي: (( افغانانو پنځه ويشت کاله په پاکستان کې ژوند کړى دى اوس چې، زياتره ځوانان له ګاونډي هيواد څخه راستانه شوي دي نودخبرو لهجه يې پېښورۍ ده (( په ټوليزه توګه ددې فلمونو جوړونکي پر دې آند دي چې، دوى کارکوي اوهڅه به وکړي چې، دا ستونزه له منځه يوسي دهېواد فلم موسسې مشر عبدالوکيل (وقار) له مرکزي دولت اونړيوالې ټولني څخه غوښتنه کوي چې، دسينما په ډګر کې له دوى سره مادي اومعنوي مرستې وکړي ترڅو وکولاى شي په راتلونکي کې افغان سينما په پښو ودروي .
خويوشمېر دنظرخاوندان بيا دداډول فلمونو جوړول دافغانستان لپاره ګټور نه بولي ،غفوراحمد (جاوېد ) چې په ډرامو کې کار کوي ، پژ واک خبري آژانس ته وويل : (( دافلمونه افغاني کلتور دپرديو کلتورونو تر اغېز لاندې راولي اوله ګټې نه يې تاوان ډېردى خو جوړونکي يې ملامت ځکه نه دي چې، کومې اکاډېميکې زده کړې نه لري او دشوق له مخې يې دا کار کړى دىخو دځوانانو دمرکز مشرپهلوان شېرحسن کمالزى دا نه مني او وايي : (( دټولنې دودونو او رواجونو ته بايد درناوى وشي ،شوق به دسړي هر شي ته کېږي خو مونږ بايد هغو شيانو ته اجازه ورنه کړو چې، ټولنې ته زيانمن وي
ددې نندارو وړاندې کوونکي ادعاکوي چې، دنوموړي ولايت داطلاعاتو او کلتور له رياست څخه يې اجازه ترلاسه کړې ده .
د انتقام فلم جوړونکى محمد منير وايي: (( موږ د فلمونو د جوړولو او نندارې ته د وړاندې کولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه اجازه اخستې ده ))
خو دننګرهاردراډيو تلويزيون دارشيف مسوول ګلستان غالب وايي: (( که چېري دفلمونو جوړوونکي په اطلاعاتو اوکلتوروزارت اوافغان فلم کې ځانونه راجستر کړي اوداطلاعاتو اوکلتور وزارت دوى لپاره منظم تشکيلات برابرکړل شي ، افغاني مېرمنې به هم پر دوىباور وکړي اودکارکولو جرات به وکړي ((
نوموړى ددې ډول فلمونو جوړول دهغو فلمونو پروړاندې لوى خنډ بولي چې، دفولکوريکو داستانونوله مخې جوړېږي اودټولنې اصلي واقعيتونه په کې رانغاړل کېږي.
دپرېوتې څېري ډرامې ليکوال اوډايريکټر حفيظ الله تراب وايي : (( لس لس دقيقې دهر فلم نندارې ته لاړم خو مزه يې رانکړه ، ځکه چې،. د فلم محتوا يې ښه نه ده))
په ننګرهار کې دافغان کېبل دنشراتو مسؤول اسدالله لاروي د پژواک خبريال ته وويل : ((دا فلمونه بايد مخکې ترمخکې دليکوالو اوژورنالستانو دخپلواکې ټولنې لارښودې جرګې ته دکره کتنې لپاره وړاندې شوي واى او دولت دوى ته دا صلاحيت ورکړى واىچې، دمنفي تاثير لرونکو فلمونو مخه يې نيولى واى))
",جلال اباد کي پاکستاني فلمونه کتل کيږي
802,,"
پژواک کندهار :
دکندهار والي ددې ولايت دولتي کارکوونکي په بډو اخستلو تورن کړل او مخامخ يې ورته وويل چې، دتکرار په صورت کې به له دند و ليري کړای شي او سزا به وويني .
دا خبرې دکندهار والي ګل اغا شېرزي دسلواغې په شپږمه نېټه په هغه غونډه کې وکړې چې، دمنډيګک په ماڼۍ کې ددې ولايت ولسوالان ،ر ئيسان او امنيتي چارواکي حا ضر وو.
نوموړي وويل ."" ماته دهرې ادارې درشوت اخيستلو راپورونه راغلي دي او سندونه يې په لاس لرم ،زه تاسو ته اخطار درکوم که مو رشوت پرې نه ښود له دې برسېره چې، له دندو به ګوښه شئ سخته سزا به هم ووينئ .""دنوموړې پر وينا ، ډېر مجرمين کله چې، دپوليسو له خوا نيول شوي دي مخکې له دې چې، څارنوالۍ ته وسپارل شي دپيسو په بدل کې خوشې کېږي.
هغه تور ولګاوه چې، څارنوالان او قا ضيان هم په دې عمل کې شريک دي او دپيسو په مقابل کې دبند وړ مجرمان خوشې کوي .
دکندهارد والي دخبرو پر مهال دولتي کارکوونکي پټه خوله ناست وو او دشېرزي دڅرګندونوپه اړه يې دپژواک خبرى آژانس پوښتنونو ته له ځواب ورکولو ډډه کوله.
درشوت اخيستلو په اړه له شېرزي سره ددې ولايت دڅېرمو ولايتونو يو شمېر کسان هم ، يوغږي دي .دکندهار ولايت دشپږمې نا حيې اوسېدونکى ٤٥ کلن عبدالقادر وايي .""په دولتي ادارو کې درشوت اندازه دومره زياته شوې ده چې، ديوه ډېر عادي کار پر سر هم دشېرينۍ په نامه زرګونه افغانۍ اخيستل کېږي .""دزابل ولايت دشاجوى ولسوالۍ اوسېدونکي محمد ادريس چې، ايران ته تګ لپاره يې پاسپورټ جوړاوه اوپر وينا يې دکندهار په قوماندانې کې ترې درشوت غوښتنه شوې وه ، پژواک ته وويل : (( پاسپورټ جوړ او تيار دى په بانک کې مې ١١٥٠ روپۍ داخلې کړې دي اوس دلته دپاسپورټ مامورين وايي چې، ١٥٠٠افغانۍ شيريني راوړه که يې نه راوړې نو پاسپورټ به دې دوې اونۍ نور هم وخت واخلي ځکه چې، بيروبار زيات دى وخت نشته.))
ديادولووړده چې، دکندهار په دولتي ادارو کې پر رشوت اخيستلو پخواني والي انجنير يوسف پښتون هم اعتراف کړى وو.
نوموړي هغه مهال پژواک ته ويلي و : .(( زما په اداره کې په١٠٠ تنو کې ٨٠ کسان ر شوت اخلي .))هغه مهال نوموړى درشوت پر بندولو نه و توانېدلى ، اوس خلک دې ته انتظار باسي چې، نوى والي ګل اغا شېرزي به په دې کار وتوانېږي او که نه ؟
",کندهار والي بډي اخستونکو ته اخطار ورکړ
803,,"
پژواک خبر :
ناپېژاندو کسانو د کندهار په ښار کې يو لس کلن زده کوونکى هلک تر تښتولو وروسته او د هغه له پلار څخه د پيسو د اخستلو برسېره، وواژه .دکندهار ښار ددويمي ناحيې دظاهر شاهي لېسې دڅلورم ټولګي زده کوونکى١٠کلن محمد طاهر هغه مهال ماشوم تښتوونکو وتښتاوه چې، دمرغومي په ٢٨ مه له کوره ښوونځي ته روان وو . دمحمدطاهر پلار عبدالقادر پژواک ته وويل : (( زما دزوى تښتوونکو دمرغومي په٣٠ مه زما دزوى دچپ لاس کوچنۍ ګوته له يوه ليک سره رااستولې وه او ليکلي يې و چې، فلاني ځاى ته ١٥٠٠٠زره ډالره راوړه چې، زوى دې خوشې کړو خو دولتي چارواکي به نه خبروې ما همداسې وکړل هغه ځاى ته مې روپۍ وروړې خو دوى زما زوى خوشې نه کړ.""نوموړي زياته کړه چې، داختر په دويمه دکندهار ښار دبرو دبازار په يوه کوڅه کې دده دمعصوم زوى مړ جسد په داسې حال کې چې، په يوه کارتن کې اچول شوى وموندل شو٠ دمحمد د طاهر پلار پر وينا، دې ظالمانو سره له دې چې، پيسي يې هم رانه واخيستې زوى يې راته شهيد کړ .د کندهار امنيتي چارواکي د وژل شوي هلک د پلار خبرې مني او وايي چې، دوى به ډېر ژر دپېښې عاملين ونيسي.د کندهار د امنيت آمر جنرال محمد سالم احساس په دې اړه پژواک ته وويل: (( زموږ پلټنه روانه ده او هڅه مو دا ده چې، ډېر ژر ماشوم تښوونکي ونيسو))ده زياته کړه ،له دې امله دوى د نورو جزئياتو په اړه معلومات نشي ورکولاى چې، د ماشوم قاتلين په تېښته بريالي نه شي. دسلواغې پر څلورمه نېټه دکندهار پوليسو دکندهار ښار دلويې ويالي په سيمه کې يو بل تښتوونکى په داسې حال کې ونيو چې، د يوې څوارلس کلنې نجلۍ دتښتولو هڅه يې کوله شو .خو دا له تر اوسه نه ده مالومه چي دا نيول شوي کس به د هغه شهيد ماشوم د تښتوونکو سره تړواو ولري او که نه .
",په کندهار کي د ماشومانو تښتونه ( اغوا کول )
804,,"
کوټه _ ٢٦ جنوري
د پاکستان ولسمشر تېره ورځ خبريالانو ته وويل چي افغانستان دده په نيت نورو سوله ساتو اوائيتلافي ځواکونو ته اړتيا لري .
پروېز مشرف د ترهګرو دله منځه وړلو او سولي د ټينګښت لپاره په افغانستان کي د نويو سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کيدو غوښتنه وکړه .
نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کي اشاره وکړه چي د افغانستان څخه د ترهګرو له منځه وړل به په پاکستان کي هم دسولي او ثبات په راوستلو کي مرسته وکړي .
پاکستان د څو تيرو اوونيو راپه دې خوا د بلوچستان په ايالت کي د يو شمير جګړو او تاوريخوالي شاهد دی . په دې سيمه کي بلوڅان د مرکزي حکومت ( اسلام اباد ) سره د سيمي د ګاز پر ليږدولو يو شمير ستونزي لري . له کله چي دپاکستان حکومت د سيبۍ سيمي ته پوځونه وليږل ، تر هغې وروسته د کوئټي ښار او نږدې سيمو کي يو شمير چاودني شوي دي .
ويل کيږي چي په دې وروستيو کي د سيبۍ ( سيوۍ ) د ګاز پر سر د جګړو له کبله په سيمه کي اندېښنې زياتي شوي دي .
په کوئټۀ کي مو د يوه افغان کډوال حاجي موسی ګران څخه په سيمه کي د افغاني کډؤالو په اړه وپوښتل :
نوموړي وويل : د کوټې په ښار کي چندان ستونزي نشته ، موږ هم خبرونه په ټلويزيون کي اورو او پوهيږو چي څه پېښ شوي دي ؛ نوموړي وويل چې په کومو سيمو کي چي د ګازو پر سر د بلوڅانواو حکومت تر منځ ستونزي رامنځ ته شوي د ي، هلته افغان کډوال يا بيخي نشته ، يا خو به بيخي لږ وي .
حآجي موسی ګران دا ومنل چي په دې وروستيو کي دکوئټي په ښار کي د چاودنو او جګړو د خبر اورېدو را په دې خوا کاروبار سخت اغېزمن شوی دی .
",مشرف په افغانستان کې نور سوله ساتي ځواکونه غواړي
805,,"
٢٦ جنوري
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند وايي چې ، افغان ولسمشر حامد کرزی او ورسره يو شمير لوړ رتبه چارواکي او ددولت وزيران به نن له ايراني چارواکو سره پر يو شمير تجارتي اوسياسي مسايلو وږغيږي ، ښاغلی کرزی به د خپل سفر پر وخت د ايران د ولسمشر ( خاتمي ) د هغه هيواد د کورنيو چارو له وزير ، د بهرنيو چارو وزير او يو شمير نورو لوړ رتبه کسانو سره وګوري او همدا ډول به د ( دوغارون په نوم يوې تيزلاري په اړه چي د هرات څخه تر ( خراسان _ ايران ) پوري د يوې لوۍی لارې جوړولو پر سر خبري وکړي .
دغه لويه لاره چې ١٣٢ کيلو متره اوږدوالی به ولري ، د ګاونډي هيواد ايران سره به دتجارتي او اقتصادي اړيکو په برخه کي پام وړ اسانتياوي او پرمختګونه رامنځ کړي .
يو شمير نظرخاوندان وايي چي ښايي د حامد کرزي سفر يوازي د لويي لاري پرانستل نه وي بلکي دايران او امريکا تر منځ تاوتريخوالي هم وږغيږي .
دافغانستان د ولسمشر سره د دولت له يو وزيرانو څخه جوړ يو لوړ ربته پلاوی هم ملګری دی ، فکر کيږي کرزی به ايراني چارواکو ته ډاډ ورکړي چي افغانستان به کوم دريم هيواد ته اجازه ورنه کړي چي پر کوم ګاونډي هيواد يې ددوی ( افغانستان ) له خوا بريد وشي .
په دې وروستيو کي ايران مېشتو افغان کډؤالو له ايراني پوليسو شکايتونه کړي وو ، چي ګواکي د ايران د پوليسو له لوري په يوه اوبله بهانه ځورول کيږي ، دا چي ښاغلی حامد کرزی به ايران ته د خپل سفر پر وخت د کډؤالو پر ستونزو هم وږغيږي که څنګه لا نه ده څرګنده .
",حامدکرزی او يوشمير وزيران ايران ته په سفر ولاړل
806,,"
د شکمنو طالب جنګياليو په يو بريدکي د کندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کي دوه امنيتي کارکوونکي د دوشنبي په ورځ ووژل شول او د امنيې قوماندان ټپي شوی دی.
اوس د غورک ولسوال عيسي جان وايي چي دوي د پلټني عملياتو په ترڅ کي پرون د طالبانو يو پټنځي وران کړي او لس طالبان يي وژلي خو د طالبانو وياند لطف الله حکيمي ددوي د ملګرو د وژنو خبرې ردوي.
د بريد موخه د نوموړې ولسوالۍ د امنيې د قوماندان محمد عظيم موټر وو چي د کندهار له ښار څخه د ولسوالۍ په لور روان و.
بريد کونکو د پيښي له ځايه پيښې سپکي کړي او سيمه ايز چارواکي چي بريد کونکي طالبان بولي وايي دولتي ځواکونه د هغوي لټه کوي.
",په کندهار کې د طالبانو بريدونه او وژنې شوي دي
807,,"
ټاکل شوي ده د ملګرو ملتونو د نشه ئي توکو او جرمونو ددفتر (UNODC) مشر نن افغانستان ته په رسمي سفر راشي تر څو ددي هيواد له چارواکو سره د نشه ئي توکو په ضد نړيوالو هلوځلو کي په ګټورو لارو چارو خبري وکړي.
انتونيو ماريا کوستا د پنځه ورځنۍ ليدني په ترڅ کي غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چي افغانستان نور د نشه ئي توکو په اقتصاد تکيه نکوي او د کوکنارو د کرکيلي له منځه وړل په اغيزمنه توګه په مخ روان دي.
د افغانستان د اقتصاد په سلو کې نږدي شپيته برخه د اپيمو څخه چي هغه د کوکنارو څخه جوړيږي تر لاسه کيږي او ملګري ملتونه هڅه کوي چي دا ستونزه له داسي لاري هواره کړي چي نه د هيواد ثبات ته تاوان ورسيږي او نه کروندګر زيانمن شي.
افغانستان په تير کال کي په تاريخ کي تر ټولو ډير اپيم توليد کړل چي د نړيوالو چټکه پاملرنه يي ځان ته واړوله او ولسمشر حامدکرزي يي دي ته اړ ايست چي د کوکنارو په ضد جهاد اعلان کړي. ",د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو مشر افغانستان ته راځي
808,,"
د کاناډا صدر اعظم ښاغلي پال مارتین د آسيايي هيوادونوڅخه په ليدنه کي چې دتايلند،سری لانیکا، هند، جاپان ،چین او هانګ کانګ څخه ئې وکړه دافغان رسالې مشر احمدشاه هوتکی د لومړنی افغان ژورنالیست په توګه ورسره ملګری و ، دا سفر چي 9 ورځي ئې دوام وکړ د جنور ي د مياشتي د 14 څخه پيل بيا د جنوري د مياشتي تر پوري و تر سره شو
د نوموړي سفر چي دکاناډا د پلازمنې اوټاوا څخه د کاناډا د صدراعظم په خاصه الوتکه کي پیل او د ترکیې پلازمنې انقرې ته ورسیدل بیا د تايلندهغه ښار ته چې څونامی پېښې ځپلي و (پوکټ) ته ولاړل.
همداراز د سری لانکا مرکز کولمبو ښار ته هلته چې د سونامی پيښی 14 زره وګړی ووژل او ډیره خرابی او ویجاړي پې راووستی
بیا د هند مرکز نوي ډهلی ته او بیا د جاپان پلازمنې توکیو او بیا د چین مرکز بیجینګ او بیا هانګ کانګ ، بیا د الاسکا ښار او بیرته دکاناډا مرکز اوټاو ته راورسیدل .په دې هکله به مفصل رپوټ د عکسونو سره ډیر ژر په دې پاڼه کې وګوری
",څونامي ځپلو هيوادونو ته د کاناډايي مشر سفرله افغان ژورناليست سره
809,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٧
کابل : ټاکل شوې ده چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو پر وخت د امنيټ ټينګولو په هوډ د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو افغانستان ته نور ځواکونه هم راولي .
په کابل کې د سوله ساتو ځواکونو فرانسوي مشر ډګر جنرال ژان لويس پې خبريالانو ته وويل د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره موږ نورو ځواکونو ته اړتيا لرو او واردمخه مو د سرتيرو هغه شمېره هم معلومه کړې ده چې د ټاکنو پر وخت به مو پکار وي .
جنرال پې دا ونه ويل چې دغه معلومه کړې شمېره به څومره وي خو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت ٢٠٠٠ تنه اضافي ځواکونه افغانستان ته راغلي و .
فرانسوي جنرال وويل دی د ټاکنو نېټه غواړي چې ورسره د سرتيرو د ځای پر ځای کيدو چارې سمبال کړي .
د ولسي جرګې لپاره د ټاکنو نېټه لا معلومه نه ده . داسې ګنګوسې دي چې ښايي دغه ټاکنې ان د جولای تر مياشتې وځنډيږي .
جنرال پې په يوې بلې پرمختيا کې وويل چې د دسمبر په مياشت کې د طالبانو له لورې پيدا کيدونکی تاوتريخوالی په سلو کې ٤٠ کم شوی و .
فرانسوي جنرال دا د نړيوالو ځواکونو د فعاليت زېږنده وبلله خو ځينې نور بيا د ژمي راتګ هم يو لامل بولي .
جنرال پې وويل په افغانستان کې بدل شوي سياسي حالت هم د طالبانو پر پوځي فعاليتونو اغيز لرلی دی . ",ناټو افغانستان ته نور ځواکونه ليږي
810,,"
٧ سلواغې ١٣٨٣
د سعودي عربستان هيواد د افغانستان له خلکو سره د خورما مرسته کړي ده.
د دې مرستې ارزښت د يو مليون امريکايي ډالروڅخه زيات دی چې د نړيوال خوراکي سازمان له خوا به د افغانستان په خلکو ووېشل شي.
نړيوال خوراکي سازمان ويلي دي چې دغه مرسته به د افغانستان په هغو خلکو ووېشل شي چې په تيرو وچکاليو کې يې ډير زيانونه ليدلي دي.
د يادونې وړ ده چې اوږده وچکالي د افغانستان په ډيرو برخو خو په ځانګړې توګه سويل لويديځو ولايتونو کې خلک له ډيرو ستونزو سره مخامخ کړي دي .
د خوړو نړيوال سازمان ويلي دي چې په پام کې لري د دغې خورما يوه برخه په يتيمو ماشومانو او دسل په ناروغانو ووېشي. ",سعودي افغانستان ته خورما ورکوي
811,,"
٧ سلواغې ١٣٨٣
په پارلماني ټاکنو کې (( د ځوانانو رول )) تر سرليک لاندې دوه ورځنی سمينار د افغانستان د ملي ټولنې له خوا په پلازمېنه کې جوړ شو.
سمينار چې ډيری برخه وال يې ځوانان دي، د افغانستان په راتلونکي پارلمان او پارلماني ټول ټاکنو کې د ځوانانو د ونډې اخيستنې غوښتنه لرله.
د ځوانانو د چارو وزيرې امنې افضلي په دغه سمينار کې وويل چې دغه وزارت د ځانګړو پروګرامونو له لارې له ځوانانو سره مرسته کوي چې د سياست ډګر ته ننه وځي. په سمينار کې ډيرو ګډونکونکو له ځوانانوغوښتنه وکړه چې بې لاريو څخه ځانونه ليري وساتي او د ټولنيزو اخلاقو په پياوړي کولو کې زيار وباسي. ",په ټاکنو کې د ځوانانو د رول په هکله سمينار جوړ شو
812,,"
دافغانستان ولسمشر حامد کرزی پرون د يوه لوړ رتبه پلاوي سره ګاونډي هيواد ايران ته ورسيد.
ولسمشر پرون د ايران د هيواد د لوړ رتبه کسانو سره تر ليدني کتني تر څنګ د ايران د ولسمشر خاتمي سره هم وکتل ، او پر يو لړ مسايلو يې خبرې وکړې ، او درې تړونونه يې لاسليک کړل .
د دوغارون _ هرات لويه لاره ، هرات ته د برېښنا ليږدونه ، او د دوو هيوادونو پر پوله د پوليسو د نوو پوستو جوړول ، هغه درې تړونونه وو ، کوم چي د چهارشنبې په شپه د ايران په پلازمېنه تهران کي د دوو هيوادونو د لوړپوړو چارواکو له خوا لاسليک شول .
د برېښنا روسولو تړون د ايران له خوا د حبيب الله بېطرف ، او افغانستان له خوا تورن اسمعيل خان لاسليک کړ .
د دوغارون _ هرات د لويې لاري تړون د ايران له خوا د محمد رحمتي ، او افغانستان له خوا د سهراب علي صفري له خوا لاسليک شو .
همدا ډول د دوو هيوادونو په ( ٠ ) پوله کي د افغان او ايراني پوليسو د امينتي پوستو د پرانستلو تړون د ايران له خوا عبدالواحد موسوي لاري ، او د افغانستان له خوا علي احمد جلالي لاسليک کړ .
نن د جنورۍ د مياشتي ٢٧مه پنجشنبه غرمه به دواړه ولسمشران د يو شمير وزيرانو سره يو ځای د ( دوګارون لويه لاره ) چي ويل کيږي ١٢٣ کيلو متره اوږدوالی لري ، او د هرات د ولايت سره به مښول کيږي ، په رسمي توګه پرانيزي ، نوموړې لويه لاره په دې وروستيو کي د ايران د دولت په لخوا بيا جوړه شوې ، دغه لويه لاره به د دوو هيوادونو تر منځ په اقتصادي او تجارتي چارو کي پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي .
ټاکل شوې ده چي ښاغلی حامد کرزی به د ايراني ولسمشر سره يو ځای د ايران له خوا د هرات ولايت لپاره د برېښنا يو ستېشن هم په رسمي توګه پرانيزي . نوموړی برېښناکوټ به په لومړيو کي د ١٣٢ مېګاواټه برېښنا د ليږدولو توان ولري .
نن په داسي حال کي چي دافغانستان او ايران تر منځ هوا باراني ده ، او د واوري د اورښت وړاندوينه شوېده ، د افغانستان ايران پر پوله به د ايراني پوليسو سرحدي امنيتي پوستې پرانستل کيږي .
",حامدکرزی او خاتمي پرانستني کوي
813,,"
کابل: په هلمند کي د ملي اردو شپږ تنه سرتيري نن سهار هغه وخت ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول کله چي د هغوي له مينځه يوو تن يي په خپلو ناستو ملګرو ډزي وکړي او په اخير کي دي خپله هم په ځوابي ډزو کي ووژل شو.
په کابل کي د دفاع وزارت چارواکي وايي چي دا سرتيري د کندهار د ٢٠٥مي قولي اردو غړي ووچي د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالي کي يي دنده ترسره کوله. ټپيان په کندهارکي يوو روغتون ته رسول شوي خو تر اوسه دا مالومه نده چي پيښه د تيروتني په ترڅ کي رامنځ ته شوي او که په لوي لاس د ورانکارۍ هڅه وه. ",شپږ افغان سرتيري په خپلمنځي نښته کي ووژل شول
814,,"
٨ سلواغې ١٣٨٣
د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې د سختو واورو د وريدو خبر تر لاسه شوي دي. ويل کيږي چې د واورې ورښت نن سهار پيل شوي دې.
په تېرو درېوو کالونو کې دا لومړۍ ځل دې چې په ننګرهار کې واوره اوري.
د سيمې کروندګر هيله څرګندوي چې د دغې واورې په ورېدو سره به څه نا څه څو کالنۍ وچکالۍ ختمې ،د اوبو زېرمې به تاندې او راروان کال به د کرنيزو توکوله پلوه غني او ښېرازه کال وي. ",په ننګرهار کې سختې واوري اوري
815,,"
٨ سلواغې ١٣٨٣
د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو کمېشنره لوويزاربر کابل ته رسېدلي چې له افغان حکومتي چارواکو سره د بشري حقونو په تړاو خبرې اترې وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان يوې وياندي وويل چې لوويز اربر له ځان سره د افغانستان د تيرو بشري ناخوالو په تړاو يو ځانګړې راپور هم لري چې د جنورۍ په ٢٩ نېټه به يې د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کمېسيون د يو بل راپور سره يو ځاي ولسمشر حامد کرزي ته وروسپاري.
که څه هم د بشري حقونو په هکله د دواړو راپورونو جزيات لا څرګند شوي نه دي خو ويل کيږي چې په راپورونو کې د هغو ډلو څه نا څه پېژندګلي شوي ده چې د افغانستان په تيرو بشري ناخوالو کې ښکيلې بلل شوي. ",د بشري حقونو کمېشنره لوويزاربر نن کابل ته ورسېدله
816,احمد پيمان,"
په هغه ورځ د اداري اصلاحاتو كميسيون عجيبه پرېكړه وكړه. پرېكړه خو نه، د يو څو كسانو وړانديز و. په لومړي سر كې خو څو وړانديزونه وو. هر چا خپل نظرونه ويل. دې خبرې وروسته ډېر پلويان پيدا كړل، په اول كې چې څنګه دا نظر واورول شو، ياره تر يوه ساعته پورې خو خندا نه كرارېده. نژدې و د خندا، ټوكو، مسخرو او ځوږ له كبله غونډه سبا ته وځنډېږي. د كميسيون غړي له خندا په څوكيو كې رغړېدل. له سترګو يې اوښكې روانې وې، خو يوازې هغه كس چې دا وړانديز يې كړى و، اريان دريان كتل، چې څه ووايي.په لومړي وړانديز كې خبره دا وه چې د هېواد حالات له سره خراب دي، چې وضعه سمه شي، دولت په پښو ودرېږي، په خپله به اصلاحات رامنځته شي. ځينو بيا دا وړانديز درلود، چې كميسيون خو هسې هم جوړ شوى، دفتر شته، بس حاضري به لاسليكوم. موټر او معاشونه شته، ځكه چې كه ټاكنې ترسره شوې، نوى حكومت جوړ شو، بيا به نو اصلاحات پيل شي. يو څو كسانو بيا دا ويل چې نه، ځان به نه بې اعتباره كوو، اوس به يې پيل كړو، خپل كار به كوو، مني خو هسې هم څوك نه، خو بيا به هم خپل كار كوو.يو بل وړانديز دا و، چې اصلاحات بايد بېخي له يوه سره پيل شي، چې وزير صاحب اصلاح نه وي، نو مامور به څنګه اصلاح شي. دا اوس ګوره په هر وزارت كې د هغه وزير صاحب، خپل رئيسان، مديران، ان ملازمين او مستخدمين هم د خپل اكا زامن او يا شخصي انډيوالان دي، ولاكه څوك چپ ورته ګوري. نو دا اصلاح اسانه نه ده، كه يودم اصلاحات پيلېږي، خداى مه كړه خلا به رامنځته شي. خو اصلي خبره پر دې راچورلېده، چې لومړى بايد اداري فساد له منځه لاړ شي. لومړى دې هغه ادارې وپېژندل شي، چې په اداري فساد كې لاس لري او بډي اخلي، له رئيسه نيولې تر ملازمه پورې په كې ريښې زغلولي. لومړى بايد د دې كار اصلي لاملين وپېژندل شي. دا خبره چې ياده شوه، نو ټولو يو بل ته لك لك وكتل. يو څو كسانو خو يې يو بل ته په سترګو اشارې هم سره وكړې، خو ټولو په يوه غږ وويل: دا ښه خبره ده. يوه كس وويل: ښه نو بډي اخيستونكي به څوك پېژني او بيا چې وپېژندل شي، څوك به يې له بډي اخيستلو راوګرځوي؟ يو دوو درېيو كسانو په يوه غږ وويل: منع كول بله خبره ده، اصلاً د بډي خواره پېژندل ضروري دي.په دې كې د كميسيون يو تن غړي غاړه تازه كړه، يوې بلې خوا ته يې وكتل، ويې ويل: راځگئ، د بډي اخيستونكي په پېژندلو كې له عصري وسايلو او نوې ټكنالوژۍ څخه كار واخلو. يو څو كسانو چې موسكا يې هم پر شونډو راڅرګنده شوه، وويل: دا نو څنګه؟ وړانديز كوونكي پسې زياته كړه: تر اوسه په ټوله نړۍ كې د ماين لټولو او چاودېدونكو توكو او مخدره توكو په پيدا كولو او پېژندلو كې تر ماشيني ټكنالوژۍ، روزل شويو سپيو ښه نتيجه وركړې ده. موږ بايد په لويه كچه له يوه مرستندوى هېواد څخه د مرستې غوښتنه وكړو، چې د بډي اخيستونكو په پېژندلو كې همداسې روزل شوي سپي راولېږي. ما اورېدلي چې په پرمختللې نړۍ كې دا ډول سپي دا اوس هم شته.دا خبره نه وه تياره د بم چاودنه وه، په غونډه كې ناست كسان له خندا پراته وو، چيغې او نارې وې: اها، ها، ها، ها، سپي، اوهو، هو. روزل شوي سپي، وئ، وئ. ماشيني ټكنالوژي او سپي، وئ، وئ، ها، ها، ها.خو وروسته چې خندا كراره شوه، خندا هم نه وه كراره، د خبرو په منځ منځ كې به بيا كله كله يو نيم بيا ښه په زوره وخندل، بيا به خندا ورسره پيل شوه. له دې سره سره پر وړانديز هم غور پيل شو. تر اوږده بحث وروسته د رايو په اكثريت پرېكړه وشوه. هغه ادارې چې په اداري فساد تورنې دي، يا بډي اخلي او يا هم بډي وركوونكي مراجعين لري، د هغوى د اصلاح او پلټنې لپاره دې د روزل شويو سپيو له رارسېدو سره، يو يو سپى وركړل شي، چې په دې ډول هره ورځ يو ځل سهار او بيا مازيګر، له ماموره تر رئيسه (ډاګ چيكنګ) وكړي او چې هر څوك يې وپېژندل، په هماغه ساعت دې كميسيون ته وروپېژندل شي. دا پرېكړه په ټوكو او خندا لاسليك شوه او غونډه تر اوږده بحث وروسته پايته ورسېده. ","""ډاګ چيكنګ"""
817,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٩
کابل: پاکستان وايي دوى د کوټې په ښار کې ١٧ تنه طالبان نيولي دي چې په هغو کې دوه تنه پخواني لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي .
د بلوچستان ايالت د پوليسو مشر ويلي دا کسان يې په دې جرم نيولي دي چې گواکې په پاکستان کې يې د اوسيدو قانوني اسناد نه لرل .
دغۀ پوليس د څه باندې يو ميليون نورو افغانانو د قانوني شته والي خبره نه ده ياده کړې ده . پاکستاني پوليس وايي په لوړ پوړو طالبانو کې يو د يوۀ ولايت پخوانى والي او بل هم د کابل د پوليسو مخکينى مشر دى . ",پاکستان طالبان نيولي دي
818,,"
٩ سلواغې ١٣٨٣
په تاجکستان کې د ١٣٧١څخه تر ١٣٧٦ لمريز کالونود کورنۍ جګړې په ترڅ کې له روسيې سره تړون لاسليک شو چې د افغانستان سره د دغه هيواد پولي وساتي.
دغه روسي پوځيان په تاجکستان کې د روغې جوړي د رامنځ ته کيدو نه وروسته د افغانستان څخه د نشه يې توکو د مخنيوي لپاره پاتې شول او اوس ټاکل شوي ده چې دغه پوځيان په راتلونکي ميلادي کال کې د تاجکستان په خوښه دغه سېمه پرېږدي.
خو اوس افغان حکومت پر دې غور کوي چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ دغه اوږده پوله د نشه يې توکو له قاچاق څخه څنګه وساتي. ",د تاجکستان د سرحدي پولي څخه روسي پوځيان ايستل کيږي
819,,"
٩سلواغې ١٣٨٣
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير پرون وويل چې د هيواد پارلماني ټاکنې چې د ثور په مياشت کې پلان شوي، ښاې دوه مياشتې وځنډېږي.
د بهرنيو چارو وزير عبدلله وويل دغه ټولټاکنې به ممکن دې ته اړتيا ولري چې د تخنيکي تياريو له کبله د مې د مياشتې د ٢٠ نېټې نه شاته وغورځول شي.
نومړي په دې هکله نور څه ونه ويل. سياسي څيړونکو او دپلوماتانو په دې وروستيو کې د ټاکنو د ځنډېدلو خبري کړي، خو افغان چارواکو لا په دې هکله رسمي اعلان نه دې کړي. ",دافغانستان د ټولټاکنو د ځنډولو امکان وجود لري
820,ذبيح الله خوګياڼی,"
حمد
هغه دی خالق زمونږ چي نوم يې موږ الله ګڼو
ځای د اوسيدو، ده لره عرش معلا ګڼو
نشته چي شريک دده په ذات او هم صفاتو کښي
ټکي د عظمت ده لره ځکه بې پروا ګڼو
نشته هيڅ نقصان او خرابي په هيڅ صفت کښي يې
ځګه يې بې عيبه بې نقصانه مصفا ګڼو
نشته څوک تري وچت په هيڅ نوم او هيڅ نښان سره
ځکه يي خالق د انس و جنس او د دنيا ګڼو
نشته چي قاضي تري ښه عادل په کل جهان خلکه
ځکه يي قاضي مونږ د دنيا او د عقبا ګڼو
لولي چي د زړه احوال او پوه دي په رازونو کښي
ځکه يو صفت کښي يې دا لوی قدرت بينا ګڼو
ده چي په ذبيح او نورو عبادو باندي فضل کړ
ځکه يي زړه سوانده مهربانه ښه پاچا ګڼو

ځای د اوسيدو ، ده لره عرش معلا ګڼو
",""" نوم يې موږ الله ګڼو"""
821,,"
کابل: د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کي د خپلو ځواکونو لپاره نوي قومندان نومولي چي د سنا له هوکړي وروسته به افغانستان ته څي. تورن جنرال کارل ايکينبيري، چي په ٢٠٠٣ کي ديو کال لپاره د افغانستان د ملي اردو په روزنه کي د امريکا د نظامي دفتر مشر وو، به د جنرال ديويد بارنو څاي ونيسي.
تورن کارل اوس د امريکا د هاوايي په ايالت کي دنده تر سره کوي.
دمګړي په افغانستان کي د ١٨٠٠٠ شاوخوا کي د امريکا تر مشري لاندي ايتلافي څواکونه ميشت دي چي د القاعدي او طالبانو په لټون بوخت دي. ",په افغانستان کي د امريکايي څواکونو نوي قوماندان ونومول شو
822,,"
کابل: افغان ولسمشر حامد کرزي وايي چي دي غواړي د هيواد پارلماني ټولټاکني ډير ژر تر سره شي خو نشي کولاي په اړوند کميسون زور راوړي چي په چټکۍ دا کار په مخ بوزي.
کرزي په يوه خبري غونډه کي د جومي په ورځ وويل چي دا به ډيره ښه وي که د ولسي جرګي د ټولټاکنو کميسون وکولاي شي د اټاکني په راتلونکي پسرلي کي تر سره کړي خو دۀ زياته کړه چي هغوي هم وخت ته اړتيا لري. ولسمشر کرزي دا هم وويل چي دغه کميسون او ملګري ملتونه به په ګډه څومره ژر چي کيداي شي د ټاکنو نيټه اعلان کړي.
له مهالويش سره سم افغانان بايد د راتلونکي لمريز ليږديز کال د غوايي په مياشت کي د ولسي جرګي غړي وټاکي خو نړيوال کتونکي دشوني ځنډ وړاندوينه کوي ځکه چي د ملګرو ملتو او افغانستان چارواکو تراوسه اړين ګامونه د ټاکنو د تياري لپاره ندي اخيستي.
د کرزي دا وروستۍ څرګندوني د هغۀ له پخوانيو ژمنو سره په پرتله سستي بريښي چي ويلي يي و د راتلونکو پارلماني ټولټاکنو مهالويش به نه بدليږي. ",کرزي د پارلماني ټاکنو د شوني ځنډ ګنګوسي پياوړي کوي
823,سورغر توخى,"
کندهار
نن سهار پر نه نيمي بجي دسپين بولدک داشرف تاڼې دولتي سرتيرچي له تاڼې څخه دبولدک ښارته ستنېدل پر لاره پر يوه ښخ کړل شوي ماين يې موټر والوت چي نهه نفره مړه او قوماندان يې زخمي شوى دى
ددې پيښې په اړه په سپين بولدک کې دسرحدي لوا مشر قوماندان رازق بينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل ."". په دې پيښه کې زموږ ٩ نفره سرتيري مړه او ددې سرتيرو مشرقوماندان قادر(بايي ) شديد زخمي ده .
طالبانو ددپيښي پخلى کړى دى او ددې پړه يې پر خپله غاړه اخيستې ده
",طالبانو په يوه بمي چاودنه کې نهه نفره دولتي سرتيري ووژل .
824,,"
",
825,,"
١٠ سلواغې ١٣٨٣
په افغانستان کې د بشر د حقونو چارواکود حکومت څخه غوښتي دي چې ان د پخواني شوروي اتحاد د تيري څخه را په دې خوا د جنګي جنايتونو تورن کسان محاکمه کړي.
د افغانستان د خپلواک کمېسون مشرې سيما سمر ويلې دي ددوي يو راپور ښايې چې دريو کې دوه برخې افغانان دا ګڼي چې د بشري ضد يا جنګي جنايتونو قربانيان دي.
ددې افغانانو څخه ٩٠په سلوکې غوښتنه کړي ده چې هغه کسان چې جنګي جنايتونه يې کړي دي، هغوي دې له واکه لري کړي شي.
په سروې کې بله پوښتنه په جنګي جنايتونو د تورنو د محاکمې په اړه شوي وه چې هرو سلو کې څلويښتو دا نظر درلود چې دا کسان بايد محاکمه شي.
ولسمشر حامد کرزي ته د راپور د سپارلو پر مهال آغلې سمر وويل چې حکومت بايد د انصاف لپاره د خلکو دا غوښتنه پوره کړي. دې زياته کړه د دې نه پرته سوله نه شي ټينګيدي . ",دافغان حکومت څخه د بشر د حقونو دچارواکو غوښتنه
826,خالدهادي,"
ښاغلی اسدالله غضنفر د کندز ولايت د چهاردرې په ولسوالۍ کې زيږيدلی دی
ښاغلی اسدالله غضنفر د کندز ولايت د چهاردرې په ولسوالۍ کې زيږيدلی دی . دولسم ټولګی يې د کندز ښار په شيرخان ليسه کې لوستی او وروسته يې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی لوستی دی .
",اسدالله غضنفر
827,,"
",
828,,"
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه خپلو ټولو درنو لوستونکو او د افغاني فرهنګ مينه والو ته خبر ورکوي چي په ( ويبپاڼه ) کښي د ګل مخونو برخه چيري چي د هيواد د بېلابېلو ليکوالو ، شاعرانو ، اديبانو او هنرمندانو ژوند ليکونه په کښي ځای شوي دي ، په نوې بڼه د يو شمير نوو ژوند ليکونو په لرلو سره پرليکه شوه .
په ( ګل مخونه) پاڼه کي د هيواد د بېلابېلو ليکوالو ، ژورناليستانو ، شاعرانو ، اديبانو ، کيسه او ناول ليکونکو ، هنرمندانو ، ليکګرانو( خطاطانو ) ، انځورګرانو ، افغاني فلم تياتر او سينما د لوبغاړو او وړاندي کوونکو د ژوند ليک خپرولو لپاره د بېنوا ويبپاڼي د خپرنيزي څانګي ، يا ښکلا مجلې له ادارې سره اړيکي ټينګ کړئ .
تاسو د ژوند ليک راليږلو لپاره يوې ځانګړې پاڼي ته اړتيا لرئ ، دغوښتني په وخت کي يې موږ ستاسو پر پته د پوست ، فکس ، يا برېښناليک له لاري ليږو .
که غواړئ ( ګل مخونه) پاڼه وګورئ دلته کښېکاږئ .
که غواړئ د ويبپاڼي دچلوونکو او ښکلا مجلې د ادارې پتي تر لاسه کړئ .دلته کښېکاږئ
",( ګل مخونه )
829,سورغر توخى,"
له نوموړو کسانو څخه دوه نفره دمحاکمي قاضيان عبدالله مجددي اوحاجي محمد ولي او دمرافعي څارنوالي دوه تنه څارنوالان اقا محمد او بخيتاراحمد اودرې تنه دګمرک مامورين دي چي دکندهار دنوي والي ګل اغاشيرزي په وينا دوى په خپلو دندو کي غفلت کاوه .""
ګل اغاشيرزي په دي اړه وويل ."" هڅه کوم په ټول اداردوکې هغه کسان چي غفلت کوي لري کړم او يا هغه کسان چي عام ولس ځيني ناراضه وي له دندو ګوښه کوم .او ددکندهار ولس ته ډاډ ورکړ چي ډير ژربه دکندهار په ټولوادادروکي داسي کسان پر دندو وګماري چي اهل کاره وي او وکولي شي ستونزي په ښه ډول سره حل او فصل کړي اوټولني ته سم خدمت وکړي او له دي سره سره به اداري فساد هم له منځه ولاړ شي.
", په کندهار کي اووه تنه دولتي مامورين له دندوګوښه کړل شول
830,سعيدزابلى,"
غوړه مرغه غزل
کړم اعتراف چي لږو ډير هم غنمرنـــــګ نه مـــــــــــــــني زړه مي داټول ښکلي مني مګر بدرنــــــــګ نه مـــــــــــني
داستا شاعر خو دستار پـــــــــــــه څيردى ښـــــکلي يــــــاره څوک يې له نازه وي په غيږکي څوک يې ترنګ نه مني
ستا په ښايست کي چي دخو لفظ په شونـــــــډو راوړي جــــانــــانـــــــــه ومــــــنه هغــــــــه نشه دبنـــګ نه مــــــــــني
چي زړه تري يوسي نوبه نور غريب ته څه پاتـــــي شــي شيخ ملامت نه دى چي ستا دسترګو جنګ نه مــــني
داکليـــوال ( سعيد ) خـــو هم يو عجـــيــــبه سـړى دى شونډي يې خوښي خو په شونډوباندي رنګ نه مني
سعيدزابلى /غوړه مرغه ",غزل
831,طاهر بونيرى,"
غزل
داســــې دې يـادزمـــا پــــه زړه کې غـزونې کوي
لـــکه څوک رنــد چــي په نشه کې غـزونې کوي
زړګيــــه ! هر مازيګر دا خبرې څــــله کـــــــــــوي
چې شاه ليلى به اوس چينه کې غزونـــې کـــوي
يه سترګو!مه ګورئ راوګرځي شکمنه نـــه شـــي
وړه کوچـــۍ ده په خيمه کې غــــزونې کــــــــوي
دکلي خلق په کوټــــو کښي په ارام ويـــده شي
طاهــراکـــثرپه نيمه شپه کې غــــــزونې کـــــــوي
",غزل
832,,"
",
833,حنان حبيبزى = مزار شريف,"
حنان حبيبزى = د مزار شريف ښار ښايي حيران شوي به ياست چې ، چا دسمال راووړ او له كومه يې راووړ ؟ زه د هغې سندرې خبره كومه چې د كليوالو او ښاري ځوانانو د مجلسونو اوسنۍ ديرې پرې ګرمې دي( دسمال يې راووړ ځونډي پرې پورې.....بې بورې مه كړې د هلك مورې ......پاس په ګودر كې شور ماشور شوو ...)
دا سندره زما د هيواد د خوږ ژبي سندر غاړي صديق شباب په غږ كې نوې نوې له راډيو ګانو څخه اوريدل شوې ده ،يو ځل كه دوه ځل ما هم د بي بي سي له راډيو څخه واورېده رښتيا ډيره مې خوښه شوه ، زه نه پوهيږم چې ددې سندرې كمپوز چا كړى دى ،خو د سندرې ټكۍ ( بيتونه ) ډير فلكلور او په خواني دي ، چې د ا ډول سندرې د كليوالو ځوانانو ډيرې زياتې خوښيږي ، تاسو به هم ارومرو دا سندره زمونږ د هيواد ددې خوږ غږي سندرغاړي په غږ اوريدلي وي ، كه پام مو كړى وي ډيره خوندوره موسيقي په كې كاريدلې ده ، چې نني ځوانان يې ماډرن موزيك بولي ، د پام وړ خبره په دې كې داده چې د سندرې ټكۍ يا بيتونه فلكلور دي او موسيقي يې د نني پېر يا عصر سره برابره ده ، دا ډول سندرې ته چې يو بهرنى وګړى هم غوږ شي نو ارومرو يې اوري ځكه چې په موسيقۍ كې يې نوى والى دى او شعر يې فلكلور دى او دا د اوسني عصر غوښتنه هم ده چې مونږ وكولى شوو ، په هر ه چاره كې يو نوښت را منځته كړو ، دا خبرې مې په دې پورې وكړې چې كه پام مو كړى وي زمونږ هيوادوال د دوه اخترونو تر منځ د ځنې ځانګړو دودونو او رواجونو له كبله ودونه نه كوي او له لوي اختر څخه وروسته عموما ميندې او پلرونه هڅه كوي چې خپلو زامنو ته ودونه وكړي .
زه لوي اختر په دويمه او دريمه تر اوومې پورې د بغلان ، كندوز او تخار ولايتونو ځنې هغو ولسواليو ته ولاړمه چې زما يو شمير ملګري په كې ژوند كوي ،بل وخت خو سړى نه وزګاريږي نو ما هم د اختر له دې رخصتۍ څخه ګټه واخيسته ، او د چا خبره په يوه وار مې دوه پاختكې ښكار كړې مانا هم مې د ملګرو خبر واخيست او هم مې د سيمې له حالاتو څخه ځان خبر كړ او ځنې مهم مطالب مې د راډيو لپاره راټول كړل .
د اختر په دويمه د غوري ولسوالۍ ته ورغلمه هلته مې ښايسته ډير ملګري اوسيږي ،زه چې كله د خپلو ملګرو د ليدو لپاره ورغلمه نو زما نه مخكې له نورو څيرمه ولايتونو څخه هم ډير ملګري راغلي وو ، نو په يو واده واوښتو ، واده هم د سيمې د يو خان او لوي زمكه وال د ځوي ! هغه داسې چې كله د شاهو يا شاه پلار خبر شوو چې مونږ هم ډير شمير هلكان له بيلو بيلو ولايتونو او ولسواليو څخه راټول شوي يو دلته د ده په كلي كې، د چاپه كور كې، يو ، نو مونږ ته يې هم بلنه راكړه چې دده د ځوى د واده په خوښۍ كې ګډون وكړو .
مونږ هم په خوشالۍ ورغلو چې ګورو په لوي پټي كې چې د كوربه د ميلمستون په وړاندې وو زيات شمير ځوانان په اتڼ لګيا دي او دا سندره وايي ( شين كميس دې لمن داره .........ګرده دې لمنه .....) ډولچي هم ډير ماهيره وو د، دوه لټه اتڼ په دود يې دې سندرې ته ډول درزاوو،دا سندره چې ختمه شوه ، يو ځوان چې د ډنډي غوري له وردكو څخه وو او ښې غوړې تورې څڼې يې هم پر وږو را ځړېدلې وې ، ناڅاپي يې له خولې راووتل چې ( پاس په ګودر كې شورماشور دى ................دسمال يې راووړ د هلك مورې........................) دا سندره يې دومره په خوند ويله چې زړه به دې ويل چې ورشه او په اتڼ كې ونډه واخله .
اوس چې ودونه كيږي د هلك كورنۍ يو سيمه ييز سندر غاړى راولي چې ډمبوره او يا هم غيجكه له دايرې يا تبلو سره غږوي او په دغه ډول سندر غاړو كې ځينې داسې دي چې د رقص لپاره روزل شوي هلكان لري چې عمرونه يې له شپاړس كلن څخه بيا تر اتلس كلن پورې وي دا سندر غاړي بيا له ودونو پرته په ځنې نورو ځانګړو محفلونو كې هم ډمبوره او غيجكه غږوي ،او دغه هلكان رقصوي ، په ځنې ډمبوريي محفلونو كې دا هم ليدل شوي دي چې نڅاګر هلك ته د نجنو جامې وراغوندي او پښو پورې يې ځونډي لرونكي زنګونه تړي ، خو دې سړي دا ډول سندر غاړى نه وو راوستى خو د اتڼ لپاره يې ځوانانو ته ښه ډولچي را بللى وو .
شپه همداسې د سبا په لور ورلنډېده او همدا دوه سندرې چې پورته يادې شوې بيا بيا ويل كېدې او ځوانانو ورته اتڼ كاوو ، د سهار پنځه بجې به وې چې مونږ له كوربه څخه وغوښتل كه اجازه راكړي چيرته وېده شوو ، هغه بيا په ډير درناوي يوې كوټې ته بوتلو او هلته وېده شوو ، نوې به مو سترګې په خوب خوږې شوې وې چې غږ شو ( راولاړ شئ ) چې ناوې پسې ځو ، خو مونږ هم ځانونه تيار كړل او لنډه يې دا چې كله د ناوې له كوره راتلو نو يو كليوال چې پكوله يې په سر وه او ښه اوږده ږيره يې هم درلوده ، د زړه له تله نارې كړې چې ( په بسم الله قدم راواخله ړ ښايسته ناوكۍ ................. الله دې مل شه ..................) .
تر اخره پورې يې دا سندره وويله ، د شاه او ناوكۍ كور ډير نږدې په نږدې وو داسې يې وبوله چې دواړه په يوه كوڅه كې اوسېدل ، د ورځې څه باندې لس بجې به وې چې مونږ له غوري څخه د كندوز ولايت په لور وخوزېدو ، خو كله چې مې له هغو ځوانانو چې واده ته د اتڼ لپاره راغلي وو وپوښتل چې تاسو دا سندرې څنګه زده كوئ ؟ هغوى سم لاسي راته د صديق شباب نوم واخيست او وې ويل چې د هغه له نوې كيسټې يې زده كړي دي ، چې كاپي يې وايي د افغانستان بازارونو ته راغلې ده ، له ما يې وپوښتل چې دا صديق شباب به چيرته وي او په كوم ځاى كې ژوند كوي او د هغه د ټليفون د نمبر غوښتنه يې را څخه وكړه چې كه را سره وي ورته ور يې كړمه ، ما ورته وويل ، رښتيا هم هغه زمونږ د هيواد ډير خوږ ژبى سندر غاړى دى خو ما سره يې له بده مرغه هيڅ په اړه مالومات نشته چې چيرته ژوند كوي خو ما يې هم هغه سندره چې( دسمال يې راووړ .....) له راډيو څخه اوريدلې ده .
له دې ځوانانو مې وپوښتل چې د اتڼ خو ډيرې نورې سندرې هم شته تاسو ولې همدا دوه سندرې شپه تر سبا ويلې او ستوني مو پرې وپړسوول ، هغوى وويل ، دا سندرې مونږ ته نوې ښكاره شوې او بيا ښاغلي شباب په ډيره مينه ويلي دي او تر اوسه يې د هيواد له هيڅ يوه سندر غاړي داسې سندرې نه وې اورېدلې چې ټكۍ يې زړې وي او موسيقي يې نوې ! .
ما ورته وويل ولې د فرهاد دريا وروستۍ دوه سي ډي ګانې مو هير شوې چې څو ښې كليوالې سندرې يې په كې ويلي دي او په ډير خوند يې ويلي دي ، دوى ويل چې ،هو ! ستا خبر سمه ده خو هغه سندرې مونږ وړاندې له بل سندر غاړي هم اوريدلي دي او دا سندرې چي دي د صديق شباب خپل نوښت دى ،كله چې بيا تخار او كندوز ته لاړو هم د هر ځوان او ماشوم په خوله كې همدا سندره وه چې ( دسمال يې راووړ د هلك مورې .............) نو همدلته مې له ځان سره وويل چې دې سندرې صديق څومره مشهوره كړى دى . مبارك يې شه !..........
",دسمال يې راووړ.................!؟
834,خالدهادي,"
ښاغلی افضل ټکور په کال ١٣٣٩ لمريز کال کي د ننګرهار ولايت د کوزکونړ ولسوالۍ دکوټۍ په کلي کي زېږيدلی دی د ژوندليک ځيني برخي ناپوره دي !
ښاغلی افضل ټکور په کال ١٣٣٩ لمريز کال کي د ننګرهار ولايت د کوزکونړ ولسوالۍ دکوټۍ په کلي کي زېږيدلی دی .
لومړنۍ زده کړي يې د خپل کلي په ښوونځی کښي تر سره کړي او په ١٣٥٧ لمريز کال دکونړ ولايت د کوز کنړ د ولسوالۍ د سيدجمال الدين د ليسې د دولسم ټولګی نه فارغ شوی او لوړي زده کړي يې د ننګرهار پوهنتون د انجنيرۍ په پوهنځی کي تر سره کړي دي . په کال ١٣٦٤ ل يې نوموړې پوهنځی پای ته ورسوله .
د پوهنځی له فراغت وروسته يې د افغانستان د ليکوالو د ټولني سره په کار پيل وکړ ، په لومړيو کي د ژوندون مجلې مهتمم ، او وروسته د ١٣٧٦ ل کال څخه وروسته بيا د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر ړنګېدو پوري د نوموړي مجلې دمسول مدير په توګه پاته شو.
ښاغلی ټکور د يوې مودې لپاره د انيس ورځپاڼي د ادبي مخ چي د نکريزو پاڼه نومېدله چلوونکی و، وروسته د څو کالو لپاره د افغانستان راډيو ادبي خپرونه ( ولولې ) لپاره شعرونه او ... ليکلي دي ، ددې ترڅنګ تر اوسه ( ١٣٨٣ ل ) پوري د لسګونو کتابونو اهتمام کړی ، په بېلابېلو خپرونو کي يې څېړنيزي مقالې خپرې شوي ، او بېلابېلو غونډو او سيمينارونو لپاره يې پر مختلفو موضوګانو څېړني مقالې کښلي دي .
ښاغلی ټکور د شپږو کالو راهيسي د خپلي کورنۍ سره په هالنډ کي مېشت دی .
ښاغلی ټکور د لاندنيو چاپي اثارو خاوند دی :
١ _ دا ليکوال او دا څېرې تذکره بيهقي موسسې له خوا په کال ١٣٦٤ ل کابل
دا د هغو ٩٠ تنو ليکوالو او شاعرانو تذکره ده چي د ارواښاد استاد بېنوا د ( اوسني ليکوال ) تر پېژندګلوی وروسته يې علمي او ادبي کارونه کړي دي . دغه اثر په ٥٠٠ مخونو کي په ١٣٦٤ ل کال د بيهقي د نشراتي موسسې له خوا په کابل کي خپور شوی دی .
٢ _ ښکالو د پسرلو شعري ټولګه دپښتو ټولني چاپ _ ١٣٦٥ ل کابل
٣ _ د نظر غشي د سايل شعري ټولګه د قومونو او قبايلو وزارت چاپ _ ١٣٦٧ ل کابل
د خوږ ژبي شاعر رحمت شا سايل د شعرونو غورچاڼ دی چي د ښاغلي ټکور له خوا ترتيب شوې او سريزه پر ليکل شوېده .
٤ _ د هسک پېغله د بېنوا شعرونه د ليکوالو ټولني چاپ _ ١٣٦٨ ل کابل
د هسک پېغله د استاد بېنوا دهغو شعرونو ټولګه ده کوم چي په تيرو پنځوسو کلونو کي د هيواد په بېلابېلو خپرونو کي چاپ شوي دي . راټولونکی يې افضل ټکور دی .
٥ _ پرهرونه ټکورونه شعري ټولګه د ليکوالو ټولني چاپ _ ١٣٦٨ ل کابل
٦ _ يو داغ يو ټکور شعري ټولګه په خپل لګښت چاپ _ ١٣٧٤ ل پېښور
د ټکور صيب د شعر يوه بېلګه :
",افضل ټکور
835,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ١١
کابل : د نړيوالو اېتلافي ځواکونو په همکارۍ هنرمندان يوې سيالۍ ته بلل شوي چې که د توغنديو په تېره د سټرينګر توغنديو د بيرته سپارلو هڅولو ته بريالي پوسټرونه جوړ کړي نو ٢٠٠٠ امريکايي ډالره انعام به ورسپارل کيږي .
په کابل کې ځينې په دې باور دي چې دا د نړيوالو ځواکونو د هغو اندېښنو څرګندويي کوي چې وايي هسې نه سټرينګر توغندي د ترهه ګرو لاس ته ونه لويږي .
سټرينګر توغندي د ١٩٨٠ مو کلونو په ترڅ کې امريکاييانو مجاهدينو ته سپارلي و چې د شوروي سرۀ پوځ سره په جګړه کې خورا بريالي ثابت شول .
همدا توغندي په هغو کلونو کې د ګڼ شمير روسي الوتکو د رانسکورولو دليل بلل کيدۀ .
د نجيب د حکومت تر نسکوريدو وروسته داسې خبرونه او ګنګوسې ډيرې وې چې د پاکستان پوځ له افغان مجاهدينو څخه دغه توغندي په لږه بيه ترلاسه کړي دي خو کوم رسمي او پوخ سند ترمنځ نشته .
",٢٠٠٠ ډالره جايزه وګټئ
836,,"
د بېنوا ويبپاڼي ځانګړی رپورټ ( کابل د ١٣٨٣ د سلواغې ١١مه )
پرون ( شنبه د سلواغې ١٠ ) د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې ډاکټرې سيما ثمر ولسمشر حامد کرزي ته خپل رپورټ وړاندې کړ چې د خلکو د غږ تر سرليک لاندې و .
بېنوا وېبپاڼه وياړي چې دغه رپورټ يې په بشپړ ډول موندلی او بې له څه لاسوهنې يې تاسو ته وړاندې کوي .
دراپورد بشپړ متن لوستلولپاره دغه ځای کښېکاږئ .
",دافغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون بشپړ رپورټ
837,,"
",
838,خالدهادي,"
اجمل پسرلی د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .تر اتم ټولګي يې د کندز ولايت په تجربوي ليسې کې درس ويلی
اجمل پسرلی د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .
تر اتم ټولګي يې د کندز ولايت په تجربوي ليسې کې درس ويلی او ورپسې يې د کابل له غازي ليسې څخه د ١٢ ټولګي سند اخيستی دی .
ښاغلي اجمل پسرلي د سعودي عربستان له سعود پوهنتون څخه په عربي ادبياتو کې د لسانس سند ترلاسه کړی دی .
دۀ له عربي ژبې ژباړې کړي دي او خپله يې هم ګڼې لنډې کيسې کښلي دي .
اجمل پسرلی اوس د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې د ازادۍ له راديو سره کار کوي .
د دوي دوه کتابونه تر اوسه چاپ شوي دي .
لنډې کيسې به څرنګه ليکو ؟ دا د لنډؤ کيسو پر فني اړخ ليکل شوی کتاب دي چې دوی له عربی ژبې پښتو کړی دی او خپلې زياتونې هم لري .
اوبو وړی ، د اجمل پسرلي ناول دي . ",اجمل پسرلی
839,عبدالله احسان,"
ښاغلی عصمت الله څاروان د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .دوي خپلې لومړنۍ زده کړي د کندز په ولايت کې کړي دي ښاغلی عصمت الله څاروان د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .
دوي خپلې لومړنۍ زده کړي د کندز په ولايت کې کړي دي ، دولسم ټولګی يې د کابل له غازي ليسې او د لسانس سند يې د پېښور له پوهنتونه ترلاسه کړی دی .
عصمت الله څاروان ډير کلونه په پېښور کې د هيواد په اوونيزه کې د مرستيال چلونکي دنده ترسره کړه ، ورپسې يې د ايران په تهران راديو کې کار کاوۀ . اوس د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې له ازادۍ راديو سره په کار بوخت دی .
ښاغلي څاروان ډيرې ژباړې کړي او ګن شمير کتابونه يې چاپ شوي دي .
د دوی انګليسي پښتو جيبي ډکشنري چې په ١٩٩٠ کال کې په لومړي ځل چاپ شوې وه تر اوسه څو ځلې په بيا بيا چاپ شوې ده .
دغه راز ځينې کيسې او د انګريزي ژبلوست کتابونه يې په پېښور کې چاپ شوي دي . دوی د نژدې ١٠٠ زرو انګريزي پښتو پر ډکشنرۍ هم کار بشپړ کړی چې لا چاپ شوې نه ده .
ښاغلي څاروان يو ناول هم له انګريزي پښتو ته ژباړلی چې په لنډ وخت کې چاپيدونکی دی .
د دوی چاپ شوي کتابونه په دې ډول دي :
١ : انګليسي پښتو جيبي ډکشنري
٢ : نوی ميتود ، انګليسي ګرامر
٣ : انګليسي معلم
٤ : د لقمان حکيم کيسې
٥ :د بهلول دانا کيسې
٦ : خطونه سرخطونه
٧ : پښتو اينډ انګليش فريز بوک ( انګليسي ژبه نيويارک چاپ )
٨ : دري انګليسي فريز بوک ( انګليسي ژبه په نيويارک کې چاپ )
",عصمت الله څاروان
840,خالدهادي,"
ښاغلی عبيدالله محک د لغمان په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړې يې په هم هغۀ ولايت کې ترسره کړي
ښاغلی عبيدالله محک د لغمان په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړې يې په هم هغۀ ولايت کې ترسره کړي وروسته يې د کابل په پوهنتون کې لسانس اخيستی دی .
ښاغلي محک ډير کلونه د ښوونکي په توګه کار کړی دی . وروسته بيا پر ځينو نورو څوکيو هم ګمارل شوی خو د شوروي اتحاد د ځواکونو له يرغل سره ډير کلونه د څرخي پله په زندان کې بندي و .
په ١٩٩٤ کال کې ښاغلی محک لندن ته راغی او د بي بي سي له پښتو څانګې سره يې همکاري پيل کړه . دوی اوس هم په لندن کې اوسيږي .
عبيدالله محک د پښتو ژبې تر ټولو اوږد ناول کښلی دی چې زمرده نوميږي او تر ١٢٠٠ ډير مخونه لري .
ښاغلي محک ډيرې لنډې کيسې هم کښلي دي . د دوی د لنډؤ کيسو يوه ټولګه او دوه ناولونه تر اوسه چاپ شوي دي . دوی ډيرې کره کتنې هم کړي چې د افغانستان په پخوانيو مطبوعاتو کې خپرې شوي وې .
",عبيدالله محک
841,خالدهادي,"
ميرمن صفيه حليم په پېښور کې زيږيدلې ده . د پېښور په پوهنتون کې يې زده کړي دي وروسته په هم هغۀ ښار کې د يوۀ ښوونځي ښوونکې وه
ميرمن صفيه حليم په پېښور کې زيږيدلې ده . د پېښور په پوهنتون کې يې زده کړي دي وروسته په هم هغۀ ښار کې د يوۀ ښوونځي ښوونکې وه خو د سکاټلينډ په يوه پوهنتون کې يې د نورو زده کړو لپاره بورس ترلاسه کړ .
تر هغه وروسته په لندن کې د بي بي سي پښتو خپرونې ته راغله او تر ٢٠٠٣ کال پورې هلته وه چې په وروستۍو کلونو کې يې مشري هم په غاړه لرله .
ميرمن حليم په پښتو ژبه لنډې کيسې او يو ناول کښلی دی . د دوی د لنډو کيسو دوه ټولګې چاپ شوي دي . د سيند باد په نامۀ يې د ماشومانو لپاره د فولکلوريکو کيسو يوه ژباړه هم چاپ کړې ده .
د ښکلي کتاب په نامۀ يې د نثرونو يوه ښکلې مجموعه څو کاله وړاندې چاپ شوه . اغلې حليم اوس هم له بي بي سي سره په کارونو بوخته ده خو د پښتو په ډيرو خپرونو کې يې په پرله پسې توګه ليکنې خپريږي . ",صفيه حليم
842,خالدهادي,"
ښاغلی مصطفی سالک د ننګرهار په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړي يې په هم هغۀ ختيځ ولايت کې ترسره کړي او پاتې يې په پېښور کې کړي دي ښاغلی مصطفی سالک د ننګرهار په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړي يې په هم هغۀ ختيځ ولايت کې ترسره کړي او پاتې يې په پېښور کې کړي دي .
نوموړي د پېښور په اتحاد پوهنتون کې د ښوونکي په توګه کار کړی خو وروسته د بي بي سي له تعليمي پروژې سره همکار شو . تر څه وخته يې په لندن کې هم له بي بي سي پښتو څانګې سره همکاري لرله او اوس په کابل کې له همدې ادارې سره کار کوي .
مصطفي سالک ښه شعر وايي او د يوه ناول پر ليکلو يې داستاني اثارو ته هم مخه کړې ده .
د دوی د شعرونو يوه پښتو او يوه دري ټولګه تر اوسه چاپ شوې ده . ناول يې ، پاتې شه باران دی ، دوه ځلې چاپ شوی دی . ښاغلي سالک ځينې څيړنې هم کړي او پر حمزه بابا يې هم يو کتاب ليکلی چې لا د چاپ لارې څاري .
د ښاغلي سالک د شعر يوه بېلګه :
بخښنه غواړو !بېنوا ويبپاڼي ته د ښاغلی سالک صاحب شعر نه دی رسېدلی ",مصطفي سالک
843,,"
ډاکټر داود جنبش د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې زيږيدلی دی . د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی يې لوستی او وروسته يې له تاشکند پوهنتون څخه په ژورناليزم کې د دوکتورا سند اخيستی دی .
ډاکټر جنبش د کابل پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځي کې د استاد دنده ترسره کړې او ډير شاګردان يې روزلي دي .
دوی له بي بي سي سره خپله همکاري د مسکو د خبريال په توګه په ١٩٩٠مو کلونو کې پيل کړه خو له ١٩٩٧ کال څخه په لندن کې له همدې ادارې سره په کار بوخت دی .
ښاغلی جنبش د خواږۀ نثر خاوند دی ، که څه هم د دوی ډير کار ژورناليستيک دی خو داسې ويل کيږي چې ځينې شعرونه يې هم ليکلي چې په خپل نامۀ يې نه دي چاپ شوي .
دوي له روسي ژبې دوه کتابونه په پښتو ژبه ژباړلي چې د روسي جنرالانو خاطرې وې .
",داود جنبش
844,خالدهادي,"
نصير احمد احمدي په کابل کې زيږيدلی دی خو پلرنی ټاټوبی يې دغزني ولايت دی
نصير احمد احمدي په کابل کې زيږيدلی دی خو پلرنی ټاټوبی يې دغزني ولايت دی .
دوي خپلې لومړنۍ او منځوۍ زده کړي په کابل کې کړي دي خو په پلازمېنه کې د تنظيمي جګړو له امله له لوړو زده کړو پاتې شوی دی .
ښاغلي احمدي اوس په کابل کې د بي بي سي له تعليمي پروژې سره همکار دی .
دوی په دې وروستيو کلونو کې ګڼ شمير لنډې کيسې وليکلې او د لنډؤ کيسو يوه ټولګه يې هم د سړه سيلۍ په نامۀ چاپ شوه .
ښاغلي نصير احمد احمدي له نورو ژبو په پښتو ځينې ژباړې هم کړي دي چې يو کتاب يې په دې لنډ وخت کې د بېنوا کتاب خپرونکې ټولنې له خوا چاپيدونکی دی .
دژوندليک يوه برخه پاپوره پاته ده ، وروسته يې بيا وګورئ .
",نصير احمد احمدي
845,خالد هادي حيدري,"
پښتنه هيله
زما دزړه په لوي جهان کښي
له وختونو
له کلونو
خدای جوړ کړی سلطنت دی
لوی دربار دی
لوی رياست دی
پکښي ګرځي او راګرځي
زر سرتيري د خيالونو
زر شېربريتي د دردونو
زر مينځياني ارزوګاني
زر مريان د ارمانونو
* * * * * *
يوه دنګه ښاپېرۍ ده
څوارلسم غوندي سپوږمۍ ده
ملکه د سلطنت ده
د احساس تاج ئې په سر کي
لکه لمر داسي ځليږي
د سکون تخت ته چي خيژي
ته به وايي چي بريښنا ده
پاس له ځمکي هسک ته خيژي
د سرو وينو يو سور فرش ئې
تر قدم لاندي غوړيږي
سپين د اوښکو سمندر ئې
و راسته خواته روان وي
د زخمونو سور انګار ئې
و چپه ته خواته روان وي
په پسې ټول وزيران وي
د جانان ښائسته خيالونه
په سلام ورته ولاړ وي
جنرالان ښکلي فکرونه
* * * * *
ملکه نه ده يو نور دی
يو ښائست دی يو سرور دی
په سپين مخ کي ئې دوه سترګي
لکه غشي په کمان کي
چي يوازي ويني ژاړي
چي يوازي وژل غواړي
سپين لاسونه ئې دوه ستوري
سپين بدن ئې کهکشان دی
چي پاس وګوري لږ پورته
خوار اسمان ورته راکوږ سي
چي پر ځمکه نظر خپور کي
ټول جهان ورته راکوږ سي
* * * * * *
زما په ذهن کي هنداره
دې سوالو ته ځواب غواړي
اخير دا ملکه څوک ده ؟
دا زما د زړه واکداره
او
ددې نامه به څه وي ؟
خلګ وايي شاعري ده
ستا پر زړه ئې پاچهي ده
ستا خيالونه ئې رام کړي
ستا دردونه ئې خپل کړي
ستا په اوښکو ئې غزلي
ستا زخمونه ئې سندري
کائناتو ته ويلي
خو
زه وايم دغه ښکلي هسکه پيغله
چي زما پر زړه حکومت کړي
دا يو مينه پښتنه ده
په فطرت کښي مي اخښلې
يوه هيله پښتنه ده
٢٤ جنوري ٢٠٠٥
نيوجرسي ،متحده ايالات ",پښتنه هيله
846,,"
كارمونديزه خبرتيا
Job VacancyAfghanistan Localization Program (ALP)Job Title:Computational Translator (Resource One and Resource two- MS Windows and MS Office Components)كمپيوټرپوهنيز ژباړنNumber of Vacancies:Sixteenشپاړس تنهResponsible to:Manager, Afghanistan Localization ProgramDuty Station:ALP Office, 13th Floor, Ministry of Communications, KabulDuration:6 Months (With possibility of Extension)The Background:Afghanistan Localization Program (ALP) is a project of Afghan Computer Science Association (ACSA) which is working on translation of software systems into different local languages. This will include adaptation of the software to cultural preferences, such as the type of the decimal separator, the text direction (left-to-right or right-to-left), and the format of the ZIP code or the dialog layout. The project is dealing with translation of computer glossary into local languages that will then be used by different software developing companies to ensure wide access to software, databases and online content to the people in Afghanistan. The project will also undertake the development of collation sequence, locale, normalization and sorting, find-replace, fonts, spell checker, thesaurus and other related software components.The Microsoft Localization:Afghanistan Localization Program an initiative of ACSA in the partnership with the Ministry of Communications (MoC) is working on Microsoft Localization. The Microsoft Localization Project was officially started on September 1, 2004, where the Project Team is working to develop the Pashto, Dari and Uzbaki versions (user interfaces) of Microsoft Windows and Microsoft Office.Organizational relationships:The Computational Translator will be answerable to the Manager of Afghanistan Localization Program, with tasks to be undertaken with relevant implementing partners, project staff and primary stakeholder groups to enable a learning process, ensure inclusive decision making with respect to translations and maximize transparency and accountability.Responsibilities and tasks:• Translate the computer glossaries according to the standards defined by ALP• Work on neologisms during the translation process• Search the appropriate terminologies in dictionaries and list them in a designed format for future use.• Share the translations with the “component’s” researcher and linguist according to the ALP plan, get their advise to ensure the quality of the work• Proofread the work done by the translators, researchers and linguists whenever required• Manage the lexicon of the program in all phases.• Help in creation of automatic tools for terminological projects• Other related activities as suggested by the manager and required by the localization team.Qualifications and experience required:A university degree in Pashto, Linguistics, Computer Science or IT is prioritized, 12th grade is required. Study of linguistics principals, excellent understanding of Pashto and English languages, excellent translation skills; ability to develop neologism while translating the glossaries, good skills in computing particularly of working at and understanding of Microsoft Windows and Microsoft Office environments, self-motivation and the ability to work as part of a team in a multicultural environment are very important.The deadline for applications is 25th January.Applicants who are qualified for this post are requested to submit their applications [CV, cover letter and recent photograph (optional)] to:Afghanistan Localization Program13rd Floor, Ministry of Communications, KabulEmail: localizer@acsa.org.afTelephone: 020/ 2103919, 2103920, Cell: 070205032",كارمونديزه خبرتيا
847,,"
",
848,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل: افغان حکومت د نړيوال بانک تر هغۀ رپورټ وروسته چې ويل يې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده په سلو کې ٥٠ ډيره شوې ، خوښي ښوولې ده .
نړيوال بانک وايي په دې ودې کې د داخلي توليداتو زياتېدل ، تر نورو کلونو د ښې کرهڼې او د نورو کلونو خلاف د بې ځايه پيسو نه چاپولو لويه ونډۀ اخيستې ده .
نړيوال بانک د افغانستان د حکومت له لورې د بيا رغاونې او له لويه سره د اقتصاد په برخه کې د پورته کړيو ګامونو ستاينه هم کړې ده .
د افغانستان لپاره د نړيوال بانک استازي ويلي لا هم ځينې داسې برخې شته چې په ښه کولو سره به يې افغان اقتصاد لا ښه شي .
ښاغلي جان مازورولي چې په افغانستان کې د نړيوال بانک استازيتوب کوي وويل له ټولو ولايتونو څخه د ماليو ټولول ، د امنيت ټينګيدل او ملي يووالی هغه برخې دي چې د افغانستان اقتصاد به ورسره نور هم ښه شي .
",افغان حکومت له اقتصادي ودې خوښ دی
849,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د امريکا د ټايمز مجلې خبر ورکړی دی چې د عراق د بيا رغاونې لپاره سپارل شوې ٨.٨ ميليارده ډالره تري تم شوي دي .
دغه مجله د چارواکو له خولې تر يوۀ ځايه په عراق کې د امريکايي ادارې مخکينی مشر پال برمر ګرم بولي چې بې پوښتنې يې عراقيانو ته پيسې داسې پراېښې وې چې پکې د درغليو امکان ډير و .
د ټايمز مجله زياتوي يوازې په يوۀ دفتر کې د راجستر شويو څه کم نهه زرو مامورينو له ډلې ايله ٦٠٠ تنه په رښتيا موجود و نورو يې هسې د کاغذ پر مخ شته والی لارۀ .
په کابل کې د دغۀ خبر په اوريدو ځينو سترګې پاس کېکاږلي او ويره لري چې هسې نه په افغانستان کې هم همدې ډول بې پاميو خپل کار نه وي کړی . ",٩ ميليارده ډالر ورکې دي
850,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږ کال په پوهنتون کې د ځای موندنې په هيله د کانکور په ازموينو کې د برخه والو زده کوونکيو شمېره ٤٠ زرو ته رسيږي .
د يادونې وړ ده چې په ١٣٨١ کال کې دا شمېره ايله ١٨ زره او په ١٣٨٢ کال کې څه باندې ٢٥ زره وه .
تېر کال دغه ازموينې ډيرې لانجمنې وې چې د ځينو ولايتونو پايلې ونه منل شوې .
دغه راز تېر کال د کانکور د نتايجو لپاره له ګاونډي هيواد ايران څخه مرسته غوښتل شوې وه خو سږ کال د نړيوال بانک او سويلي کوريا په مرسته افغانستان توانيدلی دی چې دغه چارې په خپل کور کې ترسره کړي . ",د کانکور برخه وال زده کوونکي ٤٠ زره دي
851,سورغر توخى,"
کندهار
دکندهارد ارغنداب ولسوالۍپه مربوطاتو تېره ورځ پر څلوربجو يو دسورليو موټر په يوه زاړه ښخ شوي ماين والوت.چې له امله يې څلور تنه مړه او پينځه تنه ټپيان شول ،
په نوموړې پيښه کي ديوه ماشوم په شمول درې تنه نور وژل شوي دي او دڅلورو نوروماشومانو سريو کس شديد ټپي شوى دى .
نوموړې پيښه په داسي حال کې رامنځ ته شوې ده چي ددې سورليو سراچه موټر له بل موټر څخه مخکې کيدوچي کچې ته واوښت او ماين ورباندي وچاوديد.""
په کندهار کې دميرويس روغتون رئيس ډاکتر عبدالسميع دنوموړو ټپيانو حالت هم دانديښني وړښودلى دى ده بينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل ."" په دې ټپيانو کې يې ددوحالت نازک دې او پاتي دوتنو ته يې داميد هيله کيداشي .
دنوموړې پيښې په اړه په کندهار کې امنيت امير محمدسالم احساس خبري سرچينو ته ويلي دي چي داماين دروسانو دوخت زوړ ماين وه چي پر موټر وچاوديد.""
دطالبانوهم دنوموړي ماين په اړه له وژل شوي کسانوسره غمرازي ښودلي او داي زوړ ماين بللى دى .""
",دکندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له کبله څلورتنه مړه اوپينځه تنه ټپيان شوي دي
852,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د افغانستان د ښار جوړولو وزير انجينيير يوسف پښتون وايي دغه هيواد ٦٠٠ زرو نويو کورونو ته اړتيا لري چې خلک يې تر يوۀ ځايه سرپناه ومومي .
په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت ښاغلي پښتون نن ( دوشنبه ) وويل د دې کورونو له جملې بايد ١٠٠ زره په ښارونو کې پاتې ٥٠٠ زره په کليوالو سيمو کې جوړ شي .
د ښاغلي کرزي په نوې کابينه کې د ښار جوړولو د وزارت تر بيا موندنې وروسته دا د ښاغلي پښتون لومړنی خبري کانفرانس و .
د يادونې وړ ده جې د طالبانو د حکومت تر نسکوريدو وروسته په لومړنۍ کابينه کې ښاغلی پښتون په همدې څوکۍ ګمارل شوی و خو وروسته د کندهار والي وټاکل شو .
يوسف پښتون په خبري کانفرانس کې ومنله چې دوی د دومره کورونو په جوړولو کې جدي ستونزې ويني .
",افغانستان ٦٠٠ زره نوي کورونه غواړي
853,سورغر توخى,"
دکندهارد ارغنداب ولسوالۍپه مربوطاتو کې يو دسپرليو موټر په زاړه ښخ شوي ماين والوت.چې له امله يې څلور تنه مړه او پينځه تنه ټپيان شول چې په دې پيښه کې ديوۀ ماشوم په شمول درې تنه نور وژل شوي دي او دڅلورماشومانو سره يو کس سخت ټپي شوى دى .
نوموړې پيښه په داسي حال کې رامنځ ته شوې ده چي ددې سپرليو سراچه موټر له بل موټر څخه مخ ته کيدوچي کچې ته واوښت او ماين ورباندي وچاوديد.""

بل پلو د کونړ له ولايت څخخه په يوۀ خبر کې راغلي چې د جلال اباد - اسعد اباد په لويه لاره باندې يوۀ ماين کې دوه کسان وژل شوي دي .
د کونړ د امنيې چارواکي وايي ﻻ هم نه پوهيږي چې وژل شوي کسان د اېښودل شوي ماين قربانيان دي او که خپله دوی ماين اېښود .
",کندهار او کونړ کې د ماين چاودنې شوي
854,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل: د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوې خبرتيا کې ويلي چې دوی يو ځانګړی کميسيون جوړ کړی دي . د دغۀ کميسيون دنده به دا وي چې په افغانستان کې د فساد او غير اخلاقي چارو مخنيوی وکړی .
د کورنيو چارو وزارت وايي دوی په کابل کې دننه د ځينو رستورانونو او هټيو څارنه غواړي چې هسې نه هلته الکولي مشروبات نه وي .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي دوی هر ډول ټولنيز فساد جدي ګڼي او سخ چلند به ورسره وکړي .
",د کورنيو چارو وزارت فساد ضد کميسيون جوړ کړ
855,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : ولسمشر حامد کرزي له خپلو وزيرانو سره د غونډې په ترڅ کې د عراق ولس ته مبارکي ورکړه چې په ښه توګه يې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره کړې .
ولسمشر کرزي د عراق په ټاکنو کې د ګڼ شمير کسانو ګډون د خوښۍ وړ وبالۀ او ويې ويل هيله لري چې دا ټاکنې په هغۀ هيواد کې سولې او ثبات ته لاره پرانيزي .
د عراق تر ټاکنو وړاندې ولسمشر کرزي ويلي و چې عراقيان دې له افغانانو زده کړي او د ټاکنو له لارې دې خپل هيواد ته سوله راولي او بيا دې يې ورغوي . ",کرزي عراقيانو ته مبارکي ورکړه
856,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د افغانستان ر انتخاباتو د نوي جوړ شوي کميسيون مشر بسم الله بسمل ويلي دي چې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې به پر وخت ترسره شي . دا وخت د دۀ په وينا د ١٣٨٤ کال د غويي يا ثور مياشت ده . پخوا داسې خبرونه و چې ښايي دا ټاکنې د چنګاښ تر مياشتې وځنډيږي .
ښاغلي بسمل په پلازمېنه کې له ورځپاڼه ليکونکو سره د خبرو پر وخت وويل يوازينی خنډ د سرشميرنې نشتوالی او د ټاکنو لپاره ر بودجه نه څرګنداوی دی .
بسم الله بسمل وويل د افغانستان نوې ولسي جرګه به ټولې ٢٤٩ څوکۍ ولري او دی په هيله دی چې په زرګونو کسان به دغو څوکيو ته سيالي سره کوي .
ښاغلي بسمل له کانديدېدونکو کسانو وغوښتل چې تر ټاکنو ٧٥ ورځې وړاندې خپل نومونه ثبت کړي .
",دافغانستان د ولسي جرګې ټاکنې پر وخت کيږي
857,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د افغانستان د اطلاعاتو و کلتور د وزارت يوۀ لوړ يوړي چارواکي چې د خپل نامۀ له اخيستلو يې ډډه کوله هغه خبر رد کې چې ويل کيدل غوث زلمی به د افغانستان د تلويزيون د مشر په توګه ټاکل کيږي .
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د بېنوا وېبپاڼې دا خبر د ځينو باوري سرچينو له خولې ورکړی و .
اوس پاس ياد شوي لوړ پوړي چارواکي ومنله چې ښاغلی غوث زلمی له هالينډڅخه کابل ته رابلل شوی خو د تلويزيون د مشرۍ څوکۍ لا هم معلومه نه ده چې چا ته به ورکړل شي . ",د غوث زلمي د ټاکنې خبر رد شو
858,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : ملګري ملتونه غواړي چې له افغانستان سره د مرستې په دود د نړۍ په هر ګوټ کې د مخدره توکيو افغان قاچاق وړونکي ونيول شي .
د ملګرو ملتونو د مخدره توکيو او جناياتو د مخنيوي د چارې مشر انتونيو ماريا کوستا وايي ٢٠٠٥ کال بايد په افغانستان کې د مخدره توکيو لپاره وروستی او د مبارزې کال وي .
دی وايي د افغانستان د حکومت له لورې پيل شوې هغه تګلاره سمه ده چې په دغۀ هيواد کې د کوکنارو د کروندو د ختمولو لپاره يې کوي .
ملګري ملتونه غواړي چې په پنځو کلونو کې ٢٥ ميليونه ډالره په افغانستان کې ولګوي چې له بزګرانو سره يې مرسته کړې وي .
",افغان قاچاق وړونکي به هيڅ ځای پناه ځای نه لري
859,محبوب الله ''محبوب'' اسلا م اباد,"
غزلعشق که هر څو له منځه وړي ، ياغي غرور دښکلاخو يو په سله زيا توي خوند او سرور د ښکلا دبد رنګۍ جادو پرې هېڅ اغېز کولی نه شي که د چا زړه کې وي سپېڅلی غوندې نور د ښکلا د قدرت هره کرشمه به ورته ښکلې برېښي که را ژوندی شي دچا زهن کې شعور د ښکلا د ښکلا راز به دلته څنګه څوک په جار و وا ېي دلته مدام په دار ختلی دی منصور د ښکلاوخت به شي تېر او د بدرنګو پا چا هي به ړنګهيوه ورځ به دنګه پا چاهي راځي ضرور د ښکلا د ښکلا خدای به پرې سپېڅلی شبنم و وروي مدام به نه وي نرګسي زړګي رنځور د ښکلا چې مې د زړه ريښتو نې مينه ابدي غوندې شيد روح پر پاڼه ، پاڼه ليکمه ز بو ر د ښکلا نور به د خپل محبوب دسترګو رياضت کومه ماته ېې سترګو کې نن و برېښېده طور د ښکلا ",غزل
860,,"
",
861,,"
",
862,,"
",
863,,"
",
864,,"
",
865,عبدالله احسان,"
ښاغلی محمدمعصوم هوتك د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاګل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى
ښاغلی محمدمعصوم هوتك د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاګل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى .
لومړنۍ زده كړې يې د خپلې كورنۍ له مشرانو څخه ترسره كړي او تر دوولسم ټولګي پورې يې په ميرويس لېسه كې زده كړې كړي او لوړې هغه يې له حقوقو پوهنځي څخه پيل كړې او بيا يې د كابل پوليتخنيك د ساختماني انجنيرۍ په څانګه کښي په زده کړو بوخت شو ، خو دا زده کړي د ناروغۍ له کبله نيمګړي ترې پاته شوې،تر هغه وروسته يې د كندهار عالي دارالمعلمين او كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى ولوست ، ددې ترڅنګ يې ديني زده كړې هم كړې دي. په تاريخ كې هم د ډېرې مطالعې خاوند دى . رسمي دنده يې د كندهار په مشرقي لېسه كې د ښوونكي په توګه پيل كړې، سربېره پردې يې په نورو څانګو كې هم يو لړ دندې درلودلې دي. لومړنى شعر يې پر ١٣٤٣ ل كال په طلوع افغان ورځپاڼه كې خپور شوى دى، د ښاغلي هوتك ځينې شعرونه د ""څرك"" په نامه هم خپاره شوي دي.
د هوتك صيب شعر پر ټولنيزو مسايلو راڅرخي، د مانا له مخې يې په خپل شعر كې يو لړ ملي او افغاني ارزښتونه رابرسېره كړي او هڅه كوي چې هنري معيارونه هم اوچت وساتي.
په جلا وطن چاپېريال كې د فرهنګپالو او فرهنګيالو افغانانو ترڅنګ د ښاغلي هوتك هڅې هم د ستاينې او مننې وړ دي، چې د همدې مينې په بركت يې د نورو فرهنګيالو او قلموالو لاسنيوى هم كړى او خپله دغه مينه يې په زبات رسولې ده. په خپله هم خپلو ادبي او فرهنګي كارونو ته دوام وركوي، چې په دې برخه كې يې په هماغه پردي او اغزن چاپېريال كې هم څو كتابونه ليكلي او خپاره كړي دي.
ښاغلی هوتک د١٩٩٢ زېږديز کال راپه دې خوا د کاناډا دټورنټوپه ښار کي د خپلي کورنۍ سره يو ځای ژوند کوي . چاپ شوي اثار : ١ _ سرامني اوښکي ــ شعري مجموعه ـــ ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ز. کراچي ٢ _ پاشلي ويناوي ــ دمولوي صالح محمدهوتک ـــ سريزه اوحاشيې ــ ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ز. کراچي يادونه : مولوي صالح محمدهوتک زمادمورپلاردئ . ٣ _ دميرزاحنان بارکزي دېوان ــ سريزه ــ سمون اولغتنامه اوخطاطي ــ ١٣٧٠ ل = ١٩٩١ ز. کراچي ٤ _ پوخ کاڼی ــ پټه خزانه يوواقعيت دئ ـــ ١٣٧٥ ل = ١٩٩٦ ز . ټورنټو ٥ _ احمدشاهي کندهار ـــ لومړی چاپ ـــ ١٣٧٥ ل = ١٩٩٦ ز . ټورنټو ٦ _ميرزاعبدالودودهوتک ـــ ١٣٧٧ ل = ١٩٩٨ ز . صحاف نشراتي موسسه ٧ _ پښتني قبيلې اوروايتي شجرې ــــ ١٣٧٩ ش = ٢٠٠٠ ز. دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني ٨ _ ښکاراوکندهار ـــ ١٣٨٢ ل = ٢٠٠٣ ز. صحاف نشراتي موسسه ٩ _ درنه کورنۍ ( دعلامه حبيب الله کندهاري کورنۍ ) ١٣٨٣ ل = ٢٠٠٣ ز. دعلامه حبيبي دڅېړنومرکز ١٠ _ دپولادي اميرترسيوري ﻻندي ـــ دفرانک مارتين ليکنه ــ پښتوژباړه ـــ ١٣٨٣ ل ــ دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني ١١ _ بحرالعلوم ــ ددوست محمدخټک ـــ لومړی ټوک ـــ سريزه ــ سمون اوحواشي ــ ١٣٨٣ ل = ٢٠٠٤ ز. صحاف نشراتي موسسه ١٢ _ روڼي شپې ـــ شعري مجموعه ــ ترچاپ ﻻندي ـــ صحاف نشراتي موسسه
۱۳ - سل پګړۍ يو پوړنی - د هوتکو ملي ، روحاني ، علمي ادبي او ټولنيزي څېرې ـ ۱۳۸۴ د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه - جرمني
١۴ _ شين سترګي مستخدمين په افغانستان کي ـــ څوقسطه په ګوربت مجله کي ــ په کتابي بڼه ۱۳۸۵ ل ــ صحاف نشراتي موسسه ناچاپ اثار : ١ _ دلوی احمدشاه بابا دېوان ـــ دڅوخطي اوچاپي نسخوله مخي ـــ سريزه ـــ سمون اولغتنامه ٢ _ دهوتکونوميالي ـــ ٣ _ دبې ادبه ادب څېړنه ٤ _ پرتليزکليز ــ دهجري قمري اوعيسوي سنواړونه اورااړونه ٥ _ دغره او د وره ( ژوندپېښي ) ٦ _ کچکول ـــ دمقالومجموعه ــ ٣ ټوکه ٧ _ دافغانستان انتالوجي ( ١٠٠٠ مخه ) ټايپ سوې نسخه يې دبيهقي کتاب چاپولو په موسسه کي خوندي وه .اوس يې حال نلرم . د ښاغلي هوتک د شعر څو بېلګي : د "" استاد"" هڅونه استاد مې له كـــــــــــــــــــــــــــــابله نوشتو ته هڅوي مرغۍ په مات وزرو الوتــــــــــــــــــــــــــو ته هڅوي د ليك په هره كرښه كې فيضونه راته خــــــاندي دشعر هره مسره مې ترانــــــــــــــــــــــــــــــو ته هڅوي خبر نه يم چې زما په تور تـــــــــندي كې څه ليدلي چې مات زړه مې و لويو كــــــــــارنامو ته هڅوي كه هر څو راخبر چې پردېسۍ يم ســـــــخت ځپلى بيا هم مې توړۍ ژبه ګړېدو ته هڅـــــــــــــــــــــــــــوي د هيلـــوقافله مې له ســــــــــــــــــكون څخه راباسي پر لوري د سبا يې خوځېــــــــــــــــــــــــــــدوته هڅوي يوسف د اميدونو مې د ياس له څاه راكـــــــــاږي ټولۍ د ارزوګانو كنعــــــــــــــــــــــــــــــانو ته هڅوي ښاخــــــــــونه د لاښ بڼ مې نه پرېږدي و وچېدو ته غوټۍ د قريحو مې غوړېـــــــــــــــــــــــــدو ته هڅوي تهنه د عقــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاب د الوتلو مېنه نه ده بازان مې د خيــــــــــــــــــــــــــالونو سردرو ته هڅوي پرمـــــــــــــــــــــــــــــادنامېنديوپېڅول دئ غوړېدلی حسوده زمانه مي چوپېــــــــــــــــــــــــــــــدوته هڅوي زمازړه دبېلـــــــــــــــتانه غمونوهسي ﻻندي کړی چي يومخ مي له ژونده هديروته هـــــــــــــــــــــڅوي خولې سم له خجلته چي کردې دافغــــــــــان ګورم چي ورور د ورور دکـــــــــــــــورخرابېدوته هڅوي ارمان کړم پرهغه چي مي ننګونه ورستـــــــــــايله نن ټول خپل اردليان ولوټېدوته هــــــــــــــــــــــڅوي داڅرنـــــــــــګه جادودئ داکورډاګي څه په وکړي مصلحي ارادې چي وجـــــــــــــــــــــــــــګړوته هڅوي پرماتوره تياره ده سهارلـــــــــــــــــيري شپه يلداده استادمي دسپېـــــــــــــــــــــدووچاودېدوته هڅوي نوګاله يې په مېــــــــــــــــړانه دبېلتون دراه غمونه معصومه چي( رشـــــــــــــــــاد) دي آيندوته هڅوي اوکويل ـــ کاناډا ٥_ اګسټ ١٩٩٦ ز
ښاغلي هوتک ، د خپل ګران استاد د مړيني خبر په داسي حال کي واوريد، کله چي دوی غوښتل خپل استاد ته ( د علامه رشاد بابا د درې اتيايمي کليزي په مناسبت _ په کاناډا کي د جوړ شوي سيمينار ) په اړه حال ووايي ، د هوتک دا ارمان نېمګړی پاته شو ، او اوښکو يې ګرېوان خيشت کړ؛
آه،استاده ! کوکرې سترګي له غمه ســــــــــــــــــــــــولې ژاړه ژاړه ژاړه چشمې تشي له يمه ســــــــــــــــــــــــــــــــولې ژاړه ژاړه ژاړه ديدې چي موروښانه وې پـــــــــــــــــــــه ديددښکلوښکلو لچني له ماتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه چينې چي خوټېدلــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ځني فيـــض برکتونه نن تشي له کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه زينې چي پرختلو به لوړپــــــــــــــــــــــــــــــــــــوړته دپوهني مفلوکي له پرتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه دخمې چي ږغــــــــــــــــــــــــــــــولې يې نغمې دسوي ميني نن ورکي له ادمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاګوتي چي سخرغــــــــــوټي دتحقيق پرې خلاصيدلې افسوس چي بې قلـــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هالېچي چي مــــــــــــــــــــــــــــــــزله تې رسول درانه بارونه بېځواکه ســـــــــــــــــــــــــوې بې دمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاسترګي چي ليدل يې باريکۍ پرتــــــــــــــــــــــورتمونو هيهات ! وچي له نــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هامېني سولې توري چي پــــــرټېک ستړي ستومان وو سپېرې له ډېرالــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاهيلي چي پــــــــــــــــــــــــــــــــه ياديې پايــــېدلو ډېر کلونه نامرادي له ستــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هامراندي چي کږدۍ مــــــــــــــــو دادب وه باندي ټينګه پوده دګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــورله يمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاﻻري سوې کوره چي به بېغـــــــــــــــــــــــــمه باندي تللو متروکي له صنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاستني چي ماڼۍ مــــــــــــــــــــــــــــــودڅېړني پرتکيــــه وه لړزاندي سوې بې زغـــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاغونډي ، مجلسونه ، محفلونــــــــــــــــــــــه وجرګې مو يومخ خالي له برمــــــــــــــــــــــــــــــــه سولې ژاړه ژاړه ژاړه (( رشاد )) راڅخه بېل سو دروندغم چوک سوپښتانه ته چــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــغاري له عالمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه ګرېوان چاته کــــــــــــړم څيري ډک زړګی چاته خالي کړم (( معصومه )) بې همدمــــــــــــــــــــــه سولې ژاړه ژاړه ژاړه نوستاﻻربه پالمه پرقدم به دي ګام ږدمه پرسختوپرپېچوموبه دي نوم راننګومه اوکويل ــــ کاناډا اوله دډسمبر٢٠٠٤ ز.کال ( ــــ دسهاراووه بجې
دنازَولوکور ﻻاوس هم باندي چغيږي څوبلبـــــــــــــــــلي پرهادرختوچي جګړونه دي سوځـــــــــــلي اوس ﻻهم وږم راځي له سپېرودښــــــــتو خيرکه وريځوڅوپسرلي نه دي خنـــدلي اوس ﻻهم په سړوزړوکي څه ګرمي سته نامېــــــــــــــــــــــــــــــنديوکه هرڅودي ننولي ﻻمين کاته دي پاته پرڅــــــــــــــــــوسترګو په کږوبڼو ﻻاوس هم زړه پېـــــــــــــــــــــيلي طراوت يومخي ټول نه دئ له باغــــــــــــه ﻻڅوک سته چي دنرګس جام ته نېنګلي له ګړوب ښاره ﻻنغـــــــــــمه دميني اورم ازانګې مي يې له لــــــــــــــــيري اورېدلي دريــــــــــــا زاهدان پټ سرپکښې ګرزي خپلوکړو او خپل عمل دي شرمــــــــولي عقل کوچ نه دئ يومخي له دې ښــــــاره خيرکه کډودجنــــــــــــــــــــــــــــون پراړولي ﻻپروچوشونـــډوناسته څه موسکا ده څه کې خاوري دبېلتون پرســــرپاشلي چي دستړو قافلې پرهوســــــــــــا کيږي اوس ﻻهم هغه چينې ســـــــته هغه کلي له دې ښاره نظرمه اړوئ خلـــــــــــــــــکو پکښې اوسي اوس ﻻهم څـــونازولي ټورنټو ـــ کاناډا ١٢ نومبر ٢٠٠٢ ز
",محمد معصوم هوتک
866,هدايت الله هدايت _ استراليا,"
هدايت الله هدايت ٣١ جنوري ٢٠٠٥ _استراليا
څه موده مخکې د هند په سمندر کې بحري زلزلې او داوبو قهر داسي يو هيبت و انسانانو ته را ښکاره کړ او داسي سمندري موجونه يې د بحر د تل نه پر سر راوستل چې نتيجه يې په دې سيمه کې د يوې داسي لويې بشري فاجعې زيږه ول وو چې بشريت په ياد نه لاره . دا فاجعه د څونامي«Tsunami » يا د سمندري خېز په نامه مشهوره سوه.
څونامي د هند د اوقيانوس د هيوادونو لکه هند، سريلانکا،بنګله ديش، تايلند،برما، مليزيا، اندونيزيا... چي د دی سمندر پر غاړه پراته هيوادونه دي دهغوي ساحلي سيمې داسي يو په بل پسي په خپلو موجونو کې را غوټه کړه چي د بشر د طبيعي پېښو په تاريخ کې يې ساري نه وو ليدل سوی . دا پېښه د يوې وحشتناکې طبيعي پېښي په توګه ثبت سوه. دې سمندري زلزلې او د اوبو قهر څه کم دوه لکه انسانان ووژل، د نيم مليون نه زيات يې زخمي کړل او په ميليونونور يې بې کوره آواره او بې اوړو کړه. په اوبو کې يې بې اوبو او چولاوه کړه او په داسي يوې طبيعي بلا او آفت کې يې اخته کړل چې ټوله سرکښه انسانان ورته هېښ پېښ پاتي سول!
هغه څه چې د سونامي سمندري زلزلې او ددې طبيعي فاجعې هيبت يې د نورپخوانيو ورته پېښو نه ممتازه کړ هغه که ددې زلزلې د وژل سوي انسانانو د لوړ شمېرپه خاطروو خو په دې کې هم نغښتي وو چې دا پېښه د جغرافيايې په يوه ډېره پراخه ساحه کې پېښه سوه او ډېر زيات هېوادونه يې په يوه وخت کې متأثره او غمجن کړل. دې انساني فاجعې نړيواله بڼه ځکه پيدا کړه چې په آن واحد کې يې اته آسيايې، پنځه افريقايې هيوادونه په مستقيم ډول پکښې زيانمن کړل او څه ناڅه لس زره تنه د 45 هېوادونو وګړي چې په سيل او سياحت را وتلي وه خپل ژوند دﻻسه پکښې ورکړ.
په دې حوزه کې پراته هيوادونه اوس دداسي يوه واقعيت سره مخامخ سوه چې سونامي ورته ويل کيږي او په راتلونکي کې يې د تکرار احتمال هم ډېر دئ . دهغې سره دمقابلې په خاطر دسيمې دهيوادو متقابله همکاري او دداسي يو سيسټم و نصبېدوته د ضرورت خبره را پورته کوي چي د داسي پېښي د بيا کېدو نه وړاندي د تيار سئ ږغ وږغوي څو په دې وسيله خلګ و خوندي ځايو ته پناه يوسي . ځينې کار پوهان په دې باور دي چې دداسي يوې همکارۍ د فضا د را مينځته کېدو زمينه به ددې طبيعي آفت يوه مثبته نتيجه وي . د هغوي په نظر دې سمندري زلزلې داسي يو فرصت را مينځته کړ چې کېداي سي ددې سيمي د هغو هېوادو تر مينځ د همکارۍ مزي ټينګي کړي کوم چې د پخوا راهيسي يو او بل ته په کږو سترګو ګوري او پر يوه او بل باندي باور او اعتماد نلري.
خو که ددې فرصت نه تېر سو دا خبره هم جوته سوه چې دې بحري زلزلې په نړېواله سطحه هم ډېر هغه ماړه هيوادونه و دې تلاښ ته را کش کړل چې ددې غمځپلي هېوادو د خلګو سره د مرستي په نامه و داسي يو بې سارۍ کمپاين ته مخه کړي چې دهغه نه يې د انساني مرستونه زيات د سياسي ګټې پورته کول لوی هدف وو .
د مثال په توګه د امريکاد متحده ايالاتو پوځي يرغل پر عراق او افغانستان باندي او پر دې هيوادو باندي دامريکايې دطيارو بمبارۍ او په عراق کې د خونړيو پېښو دوام او خرابتيا ډېر ناوړه تأثير د نړۍ په عامه افکارو کې او په خاص ډول په اسلامي نړۍ کي را مينځته کړی دئ . ددې سره يو ځاي د ګوانتانامو او ابوغريب او بګرام په بنديخانو کې د امريکايانوو حشتناکه او غير انساني چال چلند چې دبشر دټولو منل سوي حقوقو نه بر اعلاسرغړونه وه، د اسرائيلي پوځيانو لخوا د فلسطين د خاوري د اشغال دوام او د اسرائيلي پوځيانو غير انساني او خونړۍ چلند د فلسطيني وطنپاله خلګوسره چې ماشومان، ښځي او زاړه سپين ږيري يې اصلي قربانيان دي، په ټوله نړۍ او اسلامي هېوادو کي د امريکا او اسرائيل او د هغه د انډيواله غربي هيوادو سره ډېر ناوړه کرکه او غضب را پارولۍ دی .اوس امريکا او د هغه انډېواله لويديځه هيوادونه د نړۍ د عامه خلګو په ذهنيت کې خپله جاذبه او ددوستۍ د نارو سورو تأثيرپه قطعي توګه دﻻسه ورکړېدۍ. نه ددموکراسۍ دتأمين وچ کلک شعارونو او يا د هغه دکاپيو صادرول دا خلګ خوشاله کړل او نه د پرديو هيوادو يرغل و دوي ته د واقعي آزادۍ زيری ورکړ.
همدا وجه وه چې دامريکا د پاليسۍ جوړونکي کارپوهان په دې لټه کې سوه چې ددې طبيعي ناورين څخه په ګټه اخيستلوسره خپل د ريا او تزور انساني تصوير ددې سيمي او نړۍ وخلګو ته په خپلو مرستو کې وښيې. جورج بوش د امريکا جمهور ريئس په دې تلاښ کې سو چي ددې فرصت نه حد اعظم استفاده وکړي څو دخلګو دا ياغي سوی ذهنيت رام او هغه په دا شاني مرستو رانيسي . هغه ددې کار په لومړي ګام کې د نوي کال په لومړۍ اوونۍ کې خپله وينا ودې زلزلې ته وقف او لارښوونه يې وکړه چي د امريکا بيرغونه دي په ټوله نړۍ کې نيم ځوړنده وي. ددې نه علاوه د ابراهاهم لينکلن طياره وړونکې بېړۍ او ډېرو نورو هليکوپترو او طيارو ودې سيمي ته د مرستو په ليږلو کې برخه واخيسته . په دې اړه د امريکا پخواني د بهرنيو چارو وزير کولين پاول دخپل هيواد مرسته لس برابره زياته ا وهغه يې نژدې يو مليارډ ډالرو ته ورسول او زياته يې کړه چې دا دامريکا دخلګو د سخاوت ښکارندوي دی او هغه به تلاښ وکړي چې په ټوله نړۍ کي دداسي سخاوت اندازه نوره هم لوړه کې. راوروسته بيا جورج بوش دای بي سي د تلويزيوني شبکي سره دخپلي مصاحبې په ترڅ کې وويل چې زموږ څرګنده ديپلوماتيک تلاښونه د هغو کسانو د ديپلوماتيکو تلاښو په پرتله چې غواړي د امريکا بدووايې او دخلګو په زړو کي کرکه را پيداکوي قوي او ډېر ښه نه ده. خو دايې هم زياته کړه چې په اسلامي نړي کې خلګو دامريکا همدردي وليدله!
د استراليا حکومت او خلګو د يو مليارډ نه زيات استراليايې ډالرو مرسته اعلان کړه او د ټولي نړۍ د عامه خلګو په انساني او عاطفي تحرک کې يې ځان شريک کړ ، دملګرو ملتوسازمان، د نړيواله سره صليب ټولنه او د سرو مياشتو ټولنو په ډېره پراخه کچه ددې فاجعي د قربانيانو سره په خپلو مرستو کې خپله همدردي او غمشريکي و ښودله. خوهغو هيوادو چې غوښتل يې د دې همدردۍ نه خپل سياسي اهداف پلي کړي هغه څه يې ﻻسته را نه وړل چي غوښتل يې د خلګو و زړو ته ﻻره پيدا کړي.
ددې بحري زلزلې نه را پورته سوي سياسي تأثيرات د دې هيوادو د کورنيو چارو په سياسي فضا کې بدلونونه هم د ډېري پاملرني وړ وه. دې فضا داسي يو دخوښي احساس را پيداکړ چې ګني ددې هيوادو پروني دښمنان به په نني دوستانو بدل سي. په سريلانکا کې څه ناڅه دوې لسيزي کيږي ددې هيواد دجنوب سينهاليان او دشمال د تاميلانو ترمينځ خونړي کشالې رواني دي. ددوي او د محلي دولت په مينځ کې دناندريو د ختمولو تلاښونه تر اوسه ناکامه پاتي دي. دې سمندري زلزلې چي د شمال او جنوب سيمي يې دواړه په يوه اندازه زيانمني کړې د تاميل د پړانګانو دډلي او د سريلانکا ددولت لخوا دسولي ، پخلايني او همکارۍ داسي نښي نښانې وليدل سوې چي دا خوښي يې را زياته کړل.
اس پي تاميلسلوان د تاميلي پړانګانو د سياسي ښاخي يوه مشر د بي بي سي سره ددې پوښتني په ځواب کې چې آيا ددې توقع کيداي سي چې دا طبيعي فاجعه دي د سريلانکا د خلګو په نژدې کيدو کی يو نقش و لوبوي هغه وويل چې نه يوازي د سريلانکا په جنوب کې بلکه په نورو سيمو کې هم ددې تأثيراتو په هکله خبري کيږي. خلګو ته دا باور پيدا سويدی او فکر کوي چي دا وضعيت به وکوﻻي سي چې د متقابل اعتماد حس زياد او د سولې دپروسې سره مرسته و کړي.
په اندونيزيا کې هم وضعه په همدې ډول جريان و موند. د سونامي بحري ښورماښور دا هيواد د يوې لنډي مودي لپاره په دې و توانوۍ چې دسوماترا په ټاپو کې د آچې د وﻻيت جدايې غوښتونکې او مرکزي دولت تر مينځ و ګډي همکارۍ ته اړ باسي. د آ چې جدايې غوښتونکې دکال ١٩٧٦ زېږديز کال راهيسي د خپلواکۍ دپاره تلاښ کوي او نژدې دشلو کالو راهيسي په دې سيمه کې اضطراري حالت دوام لري. داندونيزيا د بهرنيو چارو يو مقام په دي مورد کې وويل چې دا تراژيدۍ ددې باعث سوه چې انسانان يو اوبل سره نژدې کړي او دښمني ددوستۍ او همکارۍ ځاي و نيسي .هغه زياته کړه چي د انسانانو داسي نيژدېوالي دقيقاً هغه څه دي چې موږ ورته اړ يو څو و کوﻻي سو د نړۍ دا سيمه هم د طبيعي بلاو نه او هم دانساني حماقتو نه وژغورو.
کتونکې په دې باور دي چې د وخت په تېرېدو سره او د دې طبيعي ناورين د زخمو او خرابيو په جوړېدو سره به شايد دا مثبت د همکارۍ تأثيرات ولو که ډېر کوچني هم وه خپل ارزښت دﻻسه ورکړي او وضعه به بيرته و خپل هغه لومړنی حالت ته را وګرزوي. خو ډېرو بيا دا تلاښ و کړ چې د خپلو مرستو په زياتوب سره د حالاتو مسير د خپلو ګټو د ساتلو په چوکاټ کي بل رنګ ورکې اوو دې پروسې ته د خپلو غوښتنو پر بنياد دوام ورکړ ي.
د پامه بايد و نه لوېږي چي ددې سيمي په ټولوځايو کې حالات داسي نه وه. دمثال په توګه په ټايلنډ کې هغه سيمي ډېري زيانمني سوې چېري چې ګڼ شمېر مسلمانان پکښې اوسېدل. د جنوري پر دريمه نيټه دټايلنډ په يوه پوځي فرقه باندي دمسلمانو ښورښيانودحملې کاليزه وه. د تايلند چارواکو دلسو زروتنو نه زيات سر تيري د دې ټاپو په درو جنوبي ولايتو کې ځاي پر ځاي کړل څو ددې ښورښ د کليزي د لمانځلو په خاطر د هرډول ګډوډيو نه ساتنه وکړي . دې کار دا وښودله چې ښورښيانو او د تايلند حکومت خپلي دښمنۍﻻ پخپلو کې ساتلي دي.
دسونامي دې غمناکه او باهيبته تاريخي بحري فاجعې دا سوال هم را پورته کړ چي په داسي حالاتو کي د قربانيانو سره د مرستي په خاطر بايد په نړيواله سطحه يوه اوږد مهاله او دائيمي د حل ﻻره پيدا سي . دداسي فاجعې د قربانيانو سره خو مرسته يو انساني او با ارزښته کار دی خواحساسات نشي کولاي د سياست ځاي ونيسي. هره انساني فاجعه خپل تأثير دټولي نړۍ پر اذهانو باندي پرېږدي او هغه متأثره کوي. دداسي ورته طبيعي مصيبتونو دتأثيراتو د کمولو دپاره چي په هر ځاي او په هر وخت کي يې د تکرار احتمال موجود دي و نړيوالې ټولني او شتمنو هيوادو ته په کار ده چې د مځکي د کرې و ټولو اوسېدونکو ته د مرستي يوه دائمي او عادلانه د حل لاري و لټو ي او دا لاري په سياسي بازيو کي را ښکېله نه کړي .
",څونامي او دهغه سياسي پايلې
867,حبيب الله غمخور_ سويډن,"
حبيب الله غمخور
په سويډن کي د نوي هيلي جريدې د اِدارې له خوا
دخوا خوږۍ پيغام
په زياته خوشنۍ سره مو اطلاع تر لاسه کړه چې دافغانستان د راډيو او تلويزيون پيژندل شوې ويانده فريده پکتين دابد لپاره ددې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه ،
انالله وانااليه راجعون
فريده پکتين نه يوازي دا چې دراډيو تلوزيون تکړه ويونکې وه دهغه شناخت له مخي چې ماددغه محترم فاميل سره درلود هغه دښځو د روا او انساني حقوقواو سالمو آزاديو کلکه ملا تړي او په هيواد کي ددموکراسي دپلي کولودلاري سخته پلوۍ وه . هغي دا دآزادۍ او وطن سره دميني اوعلاقي احساس له خپلي کورنۍ او ژوند دملگري ښاغلي نبي پکتين صاحب سره دگډ ژوند نه په ميراث اخيستۍ ؤ .
کله چي به زه ددوي په کور کي مېلمه کيدم اوموږ به پر يوه دستر خوان راټوليدو ښه مي په ياد دي چي هغي ارواښادي به هميشه ويل : خداي به داورځ کله زموږ په هيواد کي راولي چي د ښځي لکه نارينه چي ورته مور يا خور وايي په عملي او ټولنيز ژوند کي هم همدا شان عزت وشي او هغي ته دنظر دڅرگندولو او نارينه سره يوځاي دهيواد دجوړيدوپه لاره کي دکار او فعاليت اجازه ورکړه شي ، او زموږ هيواد دومره مخته ولاړ شي چي دپرديو له احتياج نه خلاص شو.دا خبري هغي څو څو ځله ما ته هغه وخت کړي کله چي هغي دخپل ژوند دملگري سره يو ځاي په پخواني شوروي کي د نطاقۍ دنده په غاړه لرل او هغي ليد ل چي په هغه وخت کي له افغانانو سره کوم ډول برخورد کيده او هغي لدغه شان برخورد نه رنج وړۍ .
زه دنوموړي خور مړينه زموږ دهيواد فرهنگي ټولني او دښځو دآزادۍ دلاري پلويانو ته لويه ضايع بولم .
دلوي او بخښونکي خداي له دربار نه اغلي ارواښادي فريدي پکتين ته دبخښني او جنتونوپه هيله د شايان صاحب ددرندي کورنۍ غړو، ښاغلي پکتين صاحب او دمرحومي اولادو ته دلوي صبر غوښتنه کوم .
روح دي يې ښاد وي
",فريده پکتين له فاني نړۍ رخصت واخيست
868,سعيد لودين ، ټورنټو کاناډا,"
غزل
نــه خو حساب لرو د ستورو نه ســـــالار ســــــره ځو
هسي کاږه واږه رهـي يــو لــــه ښــــــامـــــار سره ځـــو
چي د پېــــــــړيو قـــــــاتلان قــــــهرمــانان سي دلته
ځــــــکه خـــو مــــوږ وطن پرسته لاس کي دارسره ځو
وخت چي د وېش سي هريو ځان ته غټه بـرخه واخلي
مـوږ يا صــــــابره يواو يــــا هم له انــکار ســــره ځـــــو
چي د تيـــــارو و روڼېـــــــدو ته يې ځـــــانونه سوځل
هـــــــا شمعو نه ويل چي مـــــــوږ به له سهار ســره ځو
تـــــــا چي به تل باله د خپـــــلو سجـــــــدو لور سعيده
لـــــــه هغه کلي نن ترټلي له پــــــرهــــــار ســـــــــــره ځو
",چي د پېــــــــړيو قـــــــاتلان قــــــهرمــانان سي دلته
869,,"
کابل: ايراني چارواکو پرون ٢٧٠ افغان کډوال له بند څخه خلاص او خپل هيواد ته وليږل. دا پرمختګ د ولسمشر حامد کرزي له ايران نه د وروستۍ کتنې په پايله کې رامنځته شوی او افغان چارواکي وايي چې دا د ٣٣٠٠ افغان مهاجرو چې په ايران کې بنديان دي لومړنۍ ډله ده چې ايران به يېخوشي کوي.
ويل کيږي چې د ولسمشر کرزي د تيرې اونۍ د کتنې يوه موخه همدا وه چې د افغان کډوالو لپاره شرايط اسانه کړي او د بنديانو د راخوشي کيدلوپه اړه خبرې وکړي.
ځيني خوشي شويو زلميو چې په ټوليزه توګه يا د کډوالۍ سره په تړاو د وړو جرمونو او د پوره اسنادو نه لرلو او يا د نشه ئي توکو د قاچاق په تور نيول شوي وو د بنديخانې دچارواکو څخه د ناوړه چلند شکايت کاوۀ.
دا کسان پرون د هرات په اسلام قلعه کې دهمدې ولايت چارواکو ته وسپارل شول او کورته دستنيدو مصارف يې د مهاجرت نړيواله ټولنه IOM او د ملګرو ملتونو د کډوالو موسسه UNHCR ورکوي.
په يو بل پرمختګ کې په کابل کې د جمهوري رياست چارواکي وايي چې د ولسمشر حامد کرزي او ايراني چارواکو د يو تړون په بنسټ به د افغان کډوالو چې قانوني اسناد ولري په ايران کې د پاتې کيدو وخت ديو کال لپاره وغځول شي خو د ايران سفارت وايي چې دوی له داسې کومې پريکړې نه دي خبر شوي .
هغه افغانان چې اسناد ولري کولاي شي اسناد يې نوي کړي او د يو بل کال لپاره پاتې شي خو هغه شمير کډوال چې قانوني اسناد نه لري د ايراني پوليسو لخو ا به نيول کيږي او بيرته به افغانستان ته شړل کيږي.
همدا اوس په ايران کې تر يو ميليون زيات افغانان ميشت دي چې ايران ورته تر راتلونکې غبرګولي مياشتې پورې وخت ورکړی وو چې ولاړ شي.
په دا وروستيو کې ايران ميشتو افغان کډوالو د ايراني پوليسو نه سر ټکاوۀ چې هغوی ځوروي او ښه چلند ورسره نه کوي او هڅه کوي چې ويي نيسي.
",ايران نيول شوي کډوال خوشي کړي دي
870,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ١٣
کابل : د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت يوۀ مرستيال جنرال داود خبريالانو ته نن په کابل کې وويل چې په تېرې يوې مياشتې کې ١١٦ زره هکتاره مځکه له کوکنارو پاکه شوې ده .
ښاغلی داود د کورنيو چارو په وزارت کې د مخدره توکيو ضد ادارې مشري کوي . دۀ وويل ياده شوې مځکه د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې وه چې د پوليسو او ځايي چارواکو په همکارۍ د کوکنارو له کروندو پاکه شوې ده .
",په زرګونو جريبه مځکه له کوکنارو پاکه شوه
871,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٣
کابل : په افغانستان کې ٣١ نادولتي مرستندويو ټولنو په يوۀ پرانيستي ليک کې خبرداری ورکړی دی چې په دغۀ هيواد کې د کوکنارو ضد تګلارې ښايي بې ثباتۍ ته خبره راکاږي .
ملګري ملتونه وايي د افغانستان د ټولو عايدات په سلو کې ٦٠ برخه له همدې لارې لاس ته راځي .
د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن رايس ته په يوۀ پرانيستي ليک کې دغو ټولنو ويلي دغه تګلاره ښايي د ٢٠٠٥ کال په ترڅ کې د افغانستان په ډيرو برخو کې بې ثباتي راولي .
په ليک ليکونکو کې د اکسفام ، پالنې او د کړکيج د نړيوال ګروپ په څير ټولنې هم شاملې دي .
په ليک کې راغلي چې د کوکنارو د ويجاړونې ګواښونو د کوکنارو بيې لوړې کړي دي چې ګټه يې يوازې قاچاق وړونکي اخلي . د مرستندويانو په ګومان قاچاق وړونکو په تېرو کلونو کې خورا ډيرې زيرمې جوړې کړي او اوس به له لوړو بيو څخه نورې ناقانه پيسې هم ټولې کړي .
د ليک غوښتنه دا ده چې متحد ايالات دې لومړی د عايدانو يو بديل پيدا کړي بيا دې د کوکنارو د له منځه وړلو هڅو ته مټې رانغاړي .
",اين جيو ګانې : د مخدره موادو ضد پروګرام خطر لري
872,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٣
کابل : د افغانستان له شمال څخه رارسيدلي خبرونه ښيي چې د جنرال رشيد دوستم پلويانو په دوهم ځل يوه غونډه کړې چې په سلګونو کسانو پکې ګډون کړی و .
په دې غونډه کې يو وار بيا د ولسمشر کرزي حکومت د دوی په وينا انډول نه دی بلل شوی او غوښتنه کوي چې د شمال له ولايتونو څخه روڼ اندې په حکومت کې ځای شي .
څه موده وړاندې په شبرغان کې دې ته ورته غونډه شوې وه او د امريکا له سفير زلمي خليلزاد څخه غوښتنه شوې وه چې دغه ناخوښي مهمو غوږونو ته ورسوي .
د جنرال رشيد دوستم نژدې سلاکاران وايي خپله جنرال د څوکۍ غوښتونکی نه دی خو غواړي چې ښاغلی کرزی د دۀ په خوښه ځينې داسې کسان په کابينه کې ولري چې د کار وړتيا لري .
د افغانستان په اوسنۍ کابينه کې د ازبک توکمو استازې شته خو ښايي هغه کسان د جنرال دوستم پلويان نه وي .
په کابل کې د سياسي چارو ځينې شننونکي په دې باور دي چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون له رپورټ څخه وروسه ښايي د شمال نننۍ غونډې ته ورته نورې هم وشي چې د فشار د وسيلې په توګه ترې کار واخيستل شي .
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د شنبه ( د سلواغې ١٠ ) په ورځ ولسمشر کرزي ته په وړاندې کړي رپورټ کې غوښتي و چې په جنګي جرمونو کې ښکېل کسان بايد محاکمه شي .
",دوستم : زۀ څوکۍ نه غواړم
873,,"
",
874,,"
کابل: د کورنيو چارو د وزارت يو ځانګړي عملياتي ټيم په کابل کي تيره شپه دري ميلمستونونه چي د چينايانو لخوا چلول کيدل وتړل. دوي د الکولو د استعمال او پلورلو او د اخلاقي فساد د خپرولو په تور تړل شوي.
د دوشنبي په ورځ دکورنيو چارو وزارت دا ډله ددي لپاره وټاکله چي په پلازمينه کابل کي د لسګونو بهرنيو او کورنيو ميلمستونواو رستورانونو څخه کتنه وکړي او وګوري که چيري پکي د قانون خلاف کومي کړني تر سره کيږي بنديي کړي.
يو ميلمستون په قلعه فتح الله کي او دوه نور يي په وزير اکبرخان کي د ددوشنبي په شپه تړل شوي. د همدي عملياتو د دوام په ترڅ کي کيداي شي ډير نور ميلمستونونه هم وتړل شي.
د افغانستان د اساسي قانون سره سم په هيواد کي د هيڅ ډول نشه ئي توکو او الکولو استعال او خرڅول نا قانونه دي او هر شي چي د اسلام د سپيڅلي دين په خلاف وي ناروا ګڼل کيږي.
د کابل ښاريانو، د علماوو شوراګانو او مطبوعاتو وړاندي هم څو څو ځلي شکايت کړي وو چي د کابل په بهرنيو هوټلونو او ميلمستونونو کي شراب په ازاده توگه پلورل کيږي. په تيره بيا د هغو ميلمستونونو په اړه چي چينايي اتباع يي چلوي دا اوازي ډيري اوريدل کيږي چي فحشاء خپروي او څواني چينايي ميرمني د پيسو په بدل کي ځانپلورنه کوي چي يو شمير بډاي افغانان يي هم بي لاري کړي وو. خو چارواکو په دي خبرو له ډيري مودي راهيسي غوږونه کاڼه اچولي وو. ",دري چينايي ميلمستونونه په کابل کي وتړل شول
875,,"
",
876,,"
",
877,,"
",
878,نعمان دوست,"
له دېواله يې کوچنى ښيــښه يي چوکاټ چې رنګه عکس په کې بند و ، را واخيست ، سترګوته يې مخامخ کړ ، شونډې ښکلولو ته جوړې کړې خو نا څاپه شرنګ شو او بيايې دا سې چيغه له خولې ووته چې ټولو ورمنډه کړه .
پر عکس ما تې ښيښې پرتې وې او دا ورته لکه تش کالبوت نا سته وه ، کوچنۍ لور يې تر غاړې لاسونه را تا و کړل او نور غلي ولاړ وو.
رستم ، له ماتو ښيښو عکس را پورته کړ په عکس کې هغه دښي لاس پنجه داسې خلاصه نيولې وه چې دګوتو او ورغوي دنکريزو سور رنګ يې ښکارېده ،پر ټټر يې ومښه او بيا يې ميرمن ته سترګې راواړولې : تر او سه خو يې دمرګ خبر نه دى راغلى ؛ له هغه مخکې ته مړه نه شې .
هغې لکه چې هيڅ نه وي او رېدلي ، هماغه شان چپ نا سته وه او مړې او ښکې يې ګډوډې په اننګو را بهېدې .
دا پنځمه ورځ وه چې سميع کورته نه و راغلى . له پلار نه يې سودا ګري پاتې وه ټوله ورځ په همدې لټه کې و خو ما ښام به يوازې دهغه له خيالونه سره را ستون شو . شبو ورو- ورو مړاوې کېده او ور سره يې خوى هم بدلېده ، لمانځه ته به ودرېده خوتر خلاصېدو به يې صبر تمام شو ،يو دم به يې له سينې لاسونه پورته او مخ ته به يې ونيول ، خو دعا به يې په نيمايي کې په ساندو بدله شوه . ټوله شپه به ځان سره غږېده کله خوبه يې غږ دومره لوړ شو چې بچيانو به يې رڼا بله کړه ، سهار له ويښېدوسره به يې دسميع پر بوټونو برس وواهه ، دکتا بونو بکسه به يې راو اخيسته او بيا به تر ډېره دهغه له خالي کټ سره په خبر و لګياو ه .
نن سها ر چې څنګه چاى ته کېنا ستل ، دانګړ دور ترشا دموټر سايکل غږ شو ، غږ څوځلې او چت شواو بيا لکه په چټکۍ چې يې تيښته کړې وي پسې ورک شو . دسميع پلار دچاى پياله کېښوده ، په منډه دروازې ته لاړ ، دور مخ ته دټايرونو خا پونه مالو مېدل ، نظر يې ورپسې وزغلو خو تر سترګو نه شو ، چې څنګه يې ور تړه زمکې ته يې پام شو ، کاغذي پاکټ چې سره خاپونه ورباندې وو دور مخ ته پروت و د پاکټ پرمخ دسميع نوم داسې ليکل شوى و لکه چې خپله يې ليکلي وي ، پاکټ دروند او منځ يې جګ ولاړ و ، په منډه خونې ته راننوت کله يې پاکټ او کله يې دميرمن په لاس کې د١٣ کلن زوى عکس ته کتل چې منګل يې خلاصه نيوله وه .
شبو دخاوند په لاس کې پاکټ ته سترګې هکې پکې نيولې وې ،پاکټ يې پرانيست ، سور کلوله کاغذ باندې ليکل شوي وو : پيسې راليږې او که ... چې دجملې پاتې برخې پسې کا غذ سپړه درب شو اودوه سرې ګوتې دشبو په لمن کې ولوېدې .
کابل _ دزمان خان کلا
دمر غومي اوله ١٣٨٣ ",سور پاکټ
879,,"
١٤ سلواغې ١٣٨٣
کابل: د آسيا پرمختيايې بانک اعلان کړي چې د هغو ٥٠٠ مليونو ډالرو هوډ چې د افغانستان سره يې د ٢٠٠٤کال تر پايه پربې ګټو او له اسانتياو سره ملو پورونو کړې و، بشپړ کړي دي.
د آسيا د پرمختيايې بانک چارواکي واي چې د دې مرستو پرېکړه په ٢٠٠٢کال کې د توکيو په غونډه کې شوي وه.
همدا رنګه د آسيا پرمختيايې بانک پروسږ کال د اپرېل په مياشت کې تر ٢٠٠٨ کال د٨٠٠ مليونو ډالرو مرستو هوکړه وکړه چې د پيسو نړيوال صندق ، نړۍ وال بانک او د ملګرو ملتونو د پرمختيايې پروګرام سره په ګډه يې د بې ګټو او له اسانتياو سره ملو پورونو په چوکاټ کې وسپاري. ",د آسيا پرمختيايې بانک د مرستو خپل هوډ بشپړ کړي دي
880,,"
١٤ سلواغې ١٣٨٣
کابل: په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه واي چې د نشه يې توکو پر ضد مبارزه کې له افغان دولت سره خپلې همکارۍ پراخوي.
د دغو ځواکونو وياند مارک مکين په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په دغو همکاريو کې د افغان ځانګړو ځواکونو روزل، د نشه يې توکو د توليد ځايونه له منځه وړل او د قاچاق کونکو موندل او نيول راځي.
وياند زياته کړه چې په دغه ډګرونو کې مرستې داسې تنظيمېږي چې د ترهګرۍ پر ضدددوي د ځواکونو په عملياتو کومه ناوړه اغيز ونه کړي. ",امريکا د نشه يې توکو په ضدمرستې پراخوي
881,نجيب منلی _ فرانسه,"
نجيب منلی
د فرانسې د ختيځو ژبو اومدنيتونو د انستيتيوت استاد
”نام خدا“ به ورسره وايو چې د نظره نه شي، په دې وروستيو دوو دريو کلونو کې په افغانستان کې د پښتو مجلو بڼ داسې و غوړېد چې نور نو ګومان نه کوم داسې کوم ولايت به وي چې پښتانه دې په کې شته وي او کومه پښتو مجله دې په کې نه وي.
د شکر ځای خو لا دادی چې د خپرونو زېږنتونو لا دروازې نه دي تړلي او دا هيله به بې ځايه نه وي چې په ډېر نېژدې وخت کې هر افغان ته، په هر ځای کې چې وي، د پښتو مجلې او اخبارونه ورسېږي.
له بده مرغه څومره مو چې د خپرولو وسايل ډېرېږي هماغومره مو د ليکوالو کمی لا ښه ځلېږي. هسې خو به هر څوک قلم راواخلي يو دوه پاڼې به ستا يا زما په ستاينه او غندنه، هغه د سقاو د زوی خبره ” روس او انګرېز ته په ښکنځلو“ او د دنيا پر نادودو سره تورې کړي خو داسې ليکوال چې هم يې له خبرو څه زده کړو او هم د ژبې په وړاندې د مسئوليت احساس وکړي لاتر اوسه د ګوتو په شمار دي.
له همدې کبله نن په لسګونو ”علمي، ادبي، سياسي، ټولنيزې، فرهنګي، خپلواکې نا پيېلې“ خپرونې لرو خو لکه زمونږ د کليو د ګڼو کورو ماشومان چې ټول په اخترونو کې يو رنګه جامې اغوندي همدغسې مو خپرونې هم يوازې د پوښتۍ د انځور په مرسته يوه له بلې بېلېدای شي، هغه څه يې چې په منځ کې دي هغه ټول سره يو شان دي.
دا ځکه چې زمونږ په ګوتو شمېر ليکوالان او پوهان د دوستانو تر فشار لاندې دي او هره ورځ ترې په لسګونو ليکنې غوښتل کېږي. نو که دوستان نه خپه کوي مجبور دي چې هماغه يوه ليکنه يا کټ مټ يا په څه ادلون بدلون څو څو ځايه چاپ ته ورکړي.
که د خپرونو له لوري خبره و ځيرو هم ورته انځور به تر ګوتو کړو: هر مجله، اونيزه او ورځپاڼه يو يا دوه تنه له ځانه تېر هېوادپال فرهنګي ځوانان په خپله توره او د الله په اسره چلوي. هغوی دا وس نه لري چې هره ليکنه وارزوي، کره او ناکره يې مالوم کړي او ان چې د پروفو په لوستلو کې هم ډېر ستونزې شته.
د همدغو مجلو اد خپرونو له برکته به د هېواد په نېژدې راتلونکي کې په ګڼ شمېر ژورناليستان او ليکوالان راوټوکېږي نو ځکه خو بايد پېژندل شوي ليکوال، پوهان او ژورنالستان دغه تازه نيالګي له پامه و نه غورځوي او بې له دې چې تر خپل سوري لاندې يې راولي په روزلو کې يې له چلوونکو سره هر اړخيزې مرستې وکړي. په دغو مرستو کې يوه دا هم ده چې د خپرونو د اغيزمنتوب د لارو چارو په لټولو کې خپلې تجربې، اندونه او فکرونه ورسره شريک کړي.
هر څوک لمر له خپلې کړکۍ ګوري. زه ژبه د ژبپوهانو، نحويانو او صرفيانو پلرنی جايداد نه بولم د خلکو د ژوند او چلند يوه وسيله يې ګڼم نو ځکه خو هر وخت او هر ځای دوستان دې ته هڅوم چې د خلکو د پاره د خلکو په ژبه ليکل وکړي. البته د خلکو ژبه چې وايم نو د خپل هېواد سياسي ضرورت هم نه هېروم چې بايد نور له قوميته وراخوا د ملت جوړولو په لور ګام واخلو. مانا داچې ليکل به په معياري پښتو کوو خو د امکان تر حده به دغه معيار د واقعيتونو پر بنسټ وي. ټول پښتانه، د امريکې له الاسکا نه د جاپان تر ټاپوګانو پورې او د شمالي قطب نه تر سوېلي قطب پورې، هر ځای چې وي هڅه به کوي چې د ليکلو د ژبې ګرامري بڼه يې يوه وي او د دې پر ځای چی له ځانه ګرامري جوړښتونه او لغتونه جوړ کړي د امکان تر حده زيار وباسي چې د د بېلو بېلو سيمو او تپو څخه داسې ټکي او اصطلاح ګانې را ټول کړي چې د ټولو پښتنو د ژبې د شتمنولو وسيله شي.
مونږ تر اوسه په کافي اندازه قاموسونه نه لرو چې پورته ياد شوی رسالت په غوره توګه تر سره کړو. خو په دې برخه کې د ټولنيزو رسنيو ګڼوالی داسې الهي نعمت دی چې ضايع کول به يې لويه ګونا وي! په هره سيمه کې د رسنيو شته والی دا امکان را کوي چې د هرې سيمې استوګن ليکوال په خپله د خپلو خېښانو، ګاونډيانو خبرې د ټولو پښتو ژبو او پښتو زده کوونکو تر غوږه ورسوي.
زما وړانديز دا دی چې د افغانستان، لا د نړۍ پښتو ژبې خپرونې په يوه خبره کې سره اتفاق وکړي او هغه دا چې هره خپرونه په خپله هره ګڼه کې کم له کمه دوه مخه د خپلې سيمې لغاتو او اصطلاح ګانو ته ځانګړې کړي او په ډېر لنډ ډول يې لوستونکو ته ور وپېژني.
د راتلونکو قاموس ليکونکو د کار د اسانه کولو د پاره به ټولې رسنۍ د لغات چاپولو په برخه کې يوازې يو منل شوی سټينډرډ کاروي:
- لغت يا اصطلاح په پښتو ټکو
- تلفظ، د خج د ښولو سره (ښه به دا وي چې تلفظ د پښتو نړۍ وال مرکز له خوا په منل شوې فونيميکي الفبې وي خو که څوک يې د ملايانو په دود په زور او زېر هم و ليکي تر نشت به ښه وي)
- په يوه يا دوه کرښو کې لنډه مانا يا تشريح
- د سيمې نوم او په هغه ځای کې د ليکوال له خوا د لغت د اورېدو د وخت يادونه.
",د پښتو لغت ټولولو لپاره وړانديز
882,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٤
کابل : د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز د افغانستان د سوداګرۍ له وزير ډاکټر امين ارسلا سره په اسلام اباد کې د خبرو پر وخت ويلي چې له اقتصادي پلوه پياوړی او له سياسي پلوه با ثباته افغانستان نه يوازې افغانانو ته بلکه ګاونډيو هيوادونو ته هم ښه دی .
ښاغلي عزيز وويل د دۀ حکومت هڅه کوي چې له افغانستان سره د خپلو اقتصادي ملګرتياو په غوړولو کې نور ګامونه هم واخلي .
د پاکستان لومړي وزير هيله وښوده چې د افغانستان او د دۀ د هيواد ترمنځ سوداګري به يو ميليارد ډالرو ته ورسيږي .
",پاکستان : پياوړی افغانستان د ګاونډيانو لپاره هم ښه دی
883,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٤کابل : د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په خپلو څلورو سرو ايالتونو کې امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړی دی چې د افغان ديپلوماتانو د ﻻ ټينګ امنيت لپاره ګامونه پورته کړي .
دا خبر تر هغه وروسته خپور شوی دی چې پاکستانۍ ورځپاڼې ټايمز د افغان سفارت له لورې په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت ته د يوۀ ليک استول افشا کړل .
پاکستانۍ ورځپاڼه وايي چې په دغۀ ليک کې افغان ديپلوماتانو د ناڅرګندو کسانو له لورې دوی ته د مرګ ګواښونه ياد کړي دي .
د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت له لورې وروستی اقدام دا نظر پياوړی کوي چې په هغۀ هيواد کې د افغان ديپلوماتانو د ساتنې چارې د نورو هويادونو په پرتله ښې نه وې .
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په اسلام اباد کې د قرغزستان يو ديپلومات په خپل استوګنځي کې وژل شوی و .
",افغان ديپلوماتانو ته په پاکستان کې ګواښونه شوي
884,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٤
کابل : ايران خبر ورکوي چې په کابل کې به د خپلو مصنوعاتو يو نندارتون جوړوي .
د دغۀ نندارتون مشر داود کاشفي ايراني مطبوعاتو ته ويلي چې د فبروري له ٢٨ نېټې څخه په کابل کې جوړيدونکی دغه نندارتون به تر ډيره د ودانۍ جوړولو ، برېښنا کوټونو او دې ته ورته مصنوعاتو ننداره کوي .
دا نندارتون د ايران د انرژۍ د وزارت په مرسته او د افغانستان د ځينو وزارتونو په ملګرتيا جوړيدونکی دی چې خصوصی سيکتور به هم پکې ونډه لري .
ښاغلي کاشفي وويل په دې نندارتون کې به د ايران ٥٠ شرکتونه او دغه راز د افغانستان له ځينو خصوصي کمپنيو سره د فرانسې ، سويس ، ترکيې ، جرمني ، روسيې او ډنمارک ځينې شرکتونه هم ونډه اخلي . ",ايران په کابل کې سوداګريز نندارتون جوړوي
885,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٤
کابل : (( ايک دهماکه )) په نامۀ هندي فلم په لومړي ځل افغانستان کې د جمعې په ورځ نندارې ته وړاندې کيدونکی دی .
د فلم جوړونکي وايي په نوره نړۍ کې به هم دا فلم په همدې ورځ نندارې ته وړاندې کيږي خو دا به لومړی ځل وي چې يو هندي فلم په افغانستان کې له نورې نړۍ سره په يوۀ وخت نندارې ته وړاندې کيږي .
د فلم جوړونکی عرفان خان وايي دی په هيله دی چې په کابل کې به ځينې افغان چارواکي به د لومړۍ نندارې پر وخت حاظر وي . د افغان چارواکو له لورې تر اوسه په دې باب څه نه دي ويل شوي .
",هندي فلم په افغانستان کې
886,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٤
کابل : د افغانستان د اطلاعاتو و کلتور د وازارت د مطبوعاتي چارو مرستيال سنګچارکي وايي چې يوازې د ښځو لپاره ځانګړې شوې راديو د ( قوياش ) په نامۀ د جوزجان ولايت په مرکز ميمنه کې په کار لاس پورې کړ .
دا به په افغانستان کې د ښځو لپاره ځانګړې شوې پنځمه راديو وي چې د متحدو ايالاتو په مالي مرسته کار پيلوي .
تر دې وړاندې په کندز ، کابل ، هرات او بلخ ولايتونو کې هم د ښځو لپاره ځانګړې شوې راديوګانې وې خو د يادونې وړ ده چې د افغانستان په سويل ، ختيځ اويا مرکزي سيمو کې داسې کومه راديو نه ده شروع شوې .
",د ښځو راديو په ميمنه کې په کار پيل وکړ
887,,"
",
888,ذبيح الله خوګياڼي,"
بيلتون کښي مي چي شپې ستا په يادونو صبا کړي
قدرت مي د خپل زړه اونورو غړو تباه کړي
ژوندون راته ډير ګران دی ستا په غير زما دلداره
ما تا پسي يارجانه ژړاګاني بنأ کړي
چي ژر درسره يوشم دژوندون په دي سفر کښي
دلداره په دي نيت کښي مي لمونځونه ادأ کړي
هر ځل مي چي و يادته ستا ښايسته سترګي راپېښ شي
دډير ژړا له ﻻسه سترګو اوښکي فنا کړي
چي هر کله زه ستا سترګو ته ګورم همدا وايم
بيشکه چي الله داسي چشمان کم پيدا کړي
چي رنګ , سترګو, اندام , څيره و غړو ته دي ګوري
ذبيح غوندي خواران دي په غزلو ګويا کړي
", نياز
889,سورغر توخى,"
په جنوبي پښتونخوا ږوب کي ميشتي خراسان ادبي کاروان پتيلې ده چي پر ٢٢ دفبروري نړيوالو مورنۍژبوورځ ولمانځي او ورسره دلسوکتابونو مخ کتنه هم وکړي .""
په دې مخ کتنه کې به ١ ابشارونه دبهلول ٢ تڼاکي دخيال ٣سکروټو پسرلى ٤ مظلومې اوښکې ٥ دخراسان ګلونه ٦ سپين پښتون ٧ ستړې څپې ٨ تل تازه ګلان ٩ داسندرې دي هم ساندې ١٠ په لټون ستا دڅېرې .""
په دې غونډه کې به د بوري ( لورلايي ) کلا سيف الله ،مسلم باغ ،پښين ، سوړ زيارت ، کوټي ، دکى، خانو زۍ بلوزى ليکوال او شاعران برخه واخلي
او دخراسان ادبي ټولنه ديو شمير نورپښتني سيمو ليکوالانوڅخه هيله کوي چي له دوى سره په دي غونډه کي برخه واخلي او داغونډه نوره هم په خپل راتګ سره سرښايسته کړي .
بشرمل ناصر امير محمد شاد ناصر ( ږوب )
",خراسان : 22 دفبروري د مورنۍ ژبو ورځ لمانځو
890,,"
",
891,خالد هادي,"
د کاناډا د صدراعظم سره د آسیایي هیوادو په سفر کې دافغان رسالی مشر ملګری و
دکاناډا صدراعظم ښاغلي پاول مارتین له خپلې میرمنې شیلا مارتین او ورسره هیت سفر د سونامی ځپلو هېوادونو ته پیل کړ.
.د کاناډا د صدر اعظم ښاغلي پال مارتین د آسیایي هیوادونو چې دتایلند،سری لانیکا، هند، جاپان ،چین او هانګ کانګ څخه وکړه دافغان رسالې مشر احمدشاه هوتکی د لومړنی افغان ژورنالیست په توګه ورسره ملګری و او داسفر چې د جنوری د میاشتې له ۱۴ څخه پیل او د جنوری د میاشتی له ۲۳ نیتې پوری یی دوام وموند.
په دې هیت کې د کانادا یوشمیر وزیران، د پارلمان غړی او کاناډایی ژورنالیستانو ګډون درلود.
دا سفر دکاناډا د پلازمنې اوټاوا د نړیوال هوایی ډګر څخه د کاناډا د صدراعظم په خاصه الوتکه کې پیل سو او د ترکیې پلازمنې انقرې پورې ۱۲ ساعته مسلسل پرواز نه وروسته ورسیدلو . د ترکی د پلازمنې انقرې په هوایی ډګر کې د راکښته کیدو وروسته ، د کاناډا د صدراعظم څخه د انقرې په هوايي ډګر کې د ترکی چارواکو لخوا تود هرکلی وسو او بیا یې د ترکیی د چارواکو سره لیدنه او کتنه وکړه. د انقرې د هوا تودوخی درجه ۱۵- ۲۰ سانټی ګراد ته رسیدله. هوا بارانې او اوریځ وه، د هغه ځای ماښام و.
وروسته له تم کیدو څخه بیا د تایلند په لور پرواز وکړی.
",د افغان ژورناليست سفر اسيايي هيوادو ته
892,,"
",
893,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٥
کابل : نن (پنجشنبه ) د افغانستان په لويديځ ولايت هرات کې د مځکنيو ماينونو پر ضد مبارزه کې شل زره مايونونه ويجاړ شول .
دغه ماينونه د هرات ولايت له بېلا بېلو ملېشو څخه راټول شوي و چې نن د هرات ښار په يوه څنډه کې د يوې لويې چاودنې په ترڅ کې وچوول شول .
چارواکي وايي د دغو ماين ونو ډيره برخه روسي ول خو ايراني ، هندي او امريکايي ماينونه هم پکې ليدل شوي دي .
افغان چارواکي وايي چې د نژدې ٣٠ کلنې جگړې له امله هره مياشت ١٠٠ تنه افغانان د ماينونو او نورو ناچاودېدليو توکيو له امله وژل کيږي .
",په هرات کې ٢٠ زره ماينونه ويجاړ شول
894,,"
١٥ سلواغې ١٣٨٣
په هرات ښار کې د جرمني کونسل ګرۍ د ړندو يوې ټولنې ته ٦٠٠٠ امريکايې ډالره ورکړي چې پرې د ړندو وګړو د زده کړو اسانتياوي برابري کړي.
د هرات د ړندو ټولنې ويلې چې په دغو پيسو به د ړندو د لوست کتابونه ، د ليکلو پاڼې او ځيني نور دفتري توکې رانيسي. ",په هرات کې د جرمني کونسل ګرۍ مرسته
895,,"
١٥ سلواغې ١٣٨٣
له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمان يونسف د افغانستان په ٣٤ ولايتونوکې ١٠٧ نوي ښوونځي جوړ کړي او د سلګونو نورو ښوونځيو بيا جوړونه يې بشپړه کړي ده.
دغه سازمان په خپلې يوې وروستۍ څېړنې کې ليکلي چې دا مهال په سلو کې دريڅلويښت نارينه او يو څلويښت افغان ښځې د ليک او لوست سواد لري. ",يونسف د افغانستان سره د ښوونځيو په جوړولو کې مرسته کوي
896,,"
١٥ سلواغې ١٣٨٣
د افغانستان په جلال اباد ښار کې امنيتي چارواکو ١٦ نور مړي چې واې د يوې جنايتکارې ډلې له خوا وژل شوي او د يو کور په انګړ کې ښخ شوي و ، موندلي شوي دي.
وژل شوي کسان ټول نارينه و او نږدې دوه کاله پرې تير شوي و . چارواکي واي چې د دغې جنايتکارې ډلې څو غړي يې نيولي دي او د څيړنو نه داسي برېښي چې دا کار يې د پيسو لپاره کړي و. ", دجنايتکارو له خواد وژل شوو کسانو مړي موندل شوي
897,,"
کابل: د کورنيو چارو يوي ځانګړي ډلي چي په هوټلونو او ميلمستونونو کي د اخلاقي فساد د څيړلو دنده لري په کابل کي د چارشنبي په ورځ دري نورچينايي رستورانونه وتړل چي پدي سره په تيره اونۍ کي د تړل شوو رستورانونو شمېر شپږو ته ورسيدل.
په دوي باندي تور دي چي د الکولو مرکزونه پکي پرانيستي وو، د فحشا په خپرولو کي يي لاس لرل او قمارپکي کيدل. د اړوندي ډلي چارواکي وايي دوي بهرني ځواني ميرمني ليدلي چي تنګي او ډيري نازکي جامي يي اغوستي وي او د رستوران دننه په لوبو بوختي وي.
دري واړه رستورانونه د ښار په مرکز شهر نو کي وو . تر اوسه د دغو ميلمستونونو خاوندان يا چلوونکي ندي نيول شوي. ددي نه مخکي دوه ورځي همدي کاري ډلي چي د شپي له لوري له رستورانونو نه کتنه کوي هم دري چينيايي ميلمستونونه د ورته تورونو له امله بند کړي وو.
حکومتي چارواکو دا وروستي ګامونه له هغه وروسته واخيستل چي خلکو په پراخه کچه شکايتونه وکړل اوآن ځيني عيني شاهدانو په خپلو سترګو وليدل چي ځيني بهرني ميلمستونونه د فحشاء د مرکزونو په توګه کارول کيږي او شراب په ازاده توګه پلورل کيږي چي پدي توګه د بار bar کار هم ځيني اخيستل کيدل. ",په کابل کي دري نور چينايي ميلمستونونه وتړل شول
898,,"
نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د چارشنبي په ماښام هغه وخت په يوه تن ډزي وکړي او ټپي يي کړ کله چي دهغه ګاډي د ځواکونو په اشاره و ندريدل. افغان امنيتي چارواکي او د سوله ساتو ځواکونو يو وياند وايي د موټر سوارلي د يوو افغان حاجي د کورنۍ غړي وو چي ددۀ هرکلي ته کابل ته راغلي وو او کله چي د ايساف ځواکونو ورته د دريدلو اشاره وکړه دوي خپل ګاډي نور هم تېز کړ چي ځواکونه په دوي باندي شکمن شول او له شا پسي يي ډزي وکړي.
پيښه دکابل په لويديځ کي پل چرخي ته نږدي پرون ماښام په شپږنيمو بجو رامنځ ته شوه.
دايساف وياند خبري رسنيو ته ويلي چي ټپي شوي کس ددوي په يو روغتون کي بستر دي او روغتيايي حالت يي ښۀ دي.
په افغانستان کي داسي پيښي وړاندي هم ليدل شوي او اړوند چارواکي يي ډيرځله د ناسم پوهاوي پايله بولي.
",سوله ساتو ځواکونوپه کابل يو تن کي ټپي کړ
899,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ١٥
کابل : د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت وايي چې د ١٣٨٤ لمريز کال لپاره به ٤٨٠ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري .
د ښوونې و روزنې د وزارت مرستيال سيد حسين اشراق حسيني نن ( پنجشنبه ) په کابل کې خبريالانو ته وويل دا پيسې به يوازې د ښوونځيو بيا رغاونه ، د کتابونو چاپول او د ښوونکو د وضعې په ښه کولو کې پکار وي .
ښاغلي حسيني شکايت درلود چې د برلين د کانفرانس له ژمنو سره سم بايد تر اوسه په افغانستان کې څه باندې اووه زره ښوونځي جوړ شوي وای خو ايله دوه نيم زره ښوونځي جوړ شوي دي .
د ښوونې و روزنې د وزارت مرستيال وويل د دې چارې علت دا دی چې دوی پيسې نه لري .
خو ښاغلي حسيني ډاډ وښود چې د ٢٠٠٥ کال په اوږدو کې به دوی وتوانيږي چې ٢٠٠٠ نوي ښوونځي په افغانستان کې جوړ کړي .
تېر کال افغانستان پنځه ميليونه زده کوونکي لرل چې د دې هيواد په تاريخ کې دا د زده کوونکيو تر ټولو لويه شمېره ګڼل کيږی .
په افغانستان کې د ځينو ولايتونو استازې شکايت لري چې په کابل کې د ښوونې و روزنې وزارت له ټولو سره يو ډول چلند نه کوي .
د ولايتونو استازيو ويلي چې ډيرو ځايونو کې نه ښوونکيو ته معاش په سم وخت سپارل کيږي او نه هم کتابونه ورکوي .
تېر کال د زابل ولايت د ښوونې و روزنې رياست ويل چې کابل يې د ښوونکيو ډيره برخه اصلآ نه منلې ده او نه يې هم زيار ګاللی چې ورشي او په خپلو سترګو وګوري چې د دغۀ ولايت اړتياوې څه دي .
",د ښوونې و روزنې وزارت پيسې غواړي
900,,"
د کويټ مېشتو افغانانو ټولنه په کويټ او سيمه کي ټولوافغانانو ته خبر ورکوي چي نن ماښام د نوموړي ټولني له خوا د افغانستان د نوي اسلامي جمهوريت د منتخب حکومت د منځ ته راتللو او په کويټ کي د مېشتو افغانانو ديووالي په مناسبت جوړيدونکي غونډه کي ګډون وکړي .
وخت : سيمه ايز وخت ، ماښام اووه بجې تر لسو بجو ( ٧_ ١٠ )
نېټۀ : ٤ فبروري _ ٢٠٠٥
د ټولني پته :
خيطان نادي _الخيطان صاله الدانه
کويټ
نور مالومات : عبدالله ناصري shopran@yahoo.com
",په کويټ کي غونډۀ
901,ن _ اکيس,"
ن - اکيس ١٣٨٣ سلواغه ١٥ مه
خواجه دزړه خبره وروسته وکړه .
دارمان ملي ورځپاڼې دسلواغې په ١٤ مه ګڼه کې له کوم ويب پاڼې نه دخواجه بشير احمد انصار ي په نوم ديوه چا ليکنه دملي سرود په اړه چاپ کړې ده ، په دغه ليکنه کې نه پوهيږ م ليکوال او که دورځپاڼې چلوونکي دومره له ملي سرودسره حساسيت درلود چې دليکنې سرليک يې د ( سردوى که ملى نيست ) ليکلى دى .
يا کېداى شي دغه غلطي دملي سرود برکت وي چې په اړه يې سپکاوى شوى دى ، متل دى : چې مړى شرميږي نو ....
دملي سرود په اړه نوموړي ډېراوږدې ببو لالې ويلي خو وروسته يې هغه خبره کړې دکومې چې دنه زغم له کبله دده په بدن او ر بل کړى دى .
ملي سرود ، لکه چې معمول ده داکثريت په ژبه وي ، خو دلويې جرګې ځينو استاز و سره له دې چې په ستيجونو دملي يو والي نا رې وهي دغه قاعده ونه شوه زغملى او د سلګونو خلکو داستازو وخت يې ضايع کړ .
بشير احمد ، چې دخواجه او انصاري دوه پاکې کلمي يې خپل متعصب نوم پورې په زوره د روستاړو او مختاړو په ډول نښلولي هم له همدې ډلې دى .
نوموړي له دومره او ږده نوم سره بياهم دسرود ملي په مانا نه ده پوه شوى دهغه په ليکنه کې لولو : (( رسم براين است که در کار هاى هنرى مهمى چون سرود ملي ... )) حال داچې هنر بيل شى دى او ملي سرود بيل ، ځکه ملي سرود يو ژمنه وينا او سياسي شعار دى نه تخيلي او شاعرانه کلام .
بله خبره چې دا بې منطقه خواجه کوي ، هغه په او سني قبول شوي ملي سرود کې دده په وينا د مفا هيمو دغير منطقي انتقال خبره ده ، ولې دغه خواجه ملامت نه دى له ضد نه يې پښتو ژبه نه ده زدکړې او پرې نه پو هيږي که نه نو ملي سرود کې دغه ستونزه نه شته .
دغه خواجه ( دخواجه بلادې ورپسې سي ) په ډرامتيک ډول له خولې داخوت خبره هم باسي او ليکي : (( اشاره صريح به پيوند اخوت و برادرى درميان افراد اين ملت ... که بايد بدان تو جه مى شد... ))
خو په سرود کې وينو چې پرته له خواجه صيب نه نور دټو لو قو مونو ، نومونه راغلي او ور پسې راغلي ( دوطن دمور بچيان يو ) نه پوهيږم دنوموړي له اخوت نه مطلب څه دى او که داخوت په مانا نه پو هيږي ؟
شايد ددغه خوا جه د افغانستان له کلمې سره هم ډډه نه لږيږي ، نوموړي ليکي : (( چقدر جنايت است .... که تاريخ چند هزار ساله را ...اريانا وخراسان طفره رفت . ))
که دخواجه په زړه واى نو بايد ټول تاريخ په څو بيتيزه ملي سرود کې ځا يه شوى وى ، خودا هم دنومو ړي له ملي سرود څخه ناوړه پو ها وى دى .
خواجه ، په بل ځاى کې دطالب نوم يادوي خو دغه نوم نه دهغه هدف هغه ټبر دى چې دى يې نه شي منلي .
خو دا په دې نه پوهيږي چې طالب ديوه خوځښت نوم و، نه ديوه ټبر ، ځکه په دغه خو ځښت کې دهر قو م لږ ډېر خلک وو، او که خبره دضرر شي نو دهغوى ضرر دنورو وسلوالو ډلو په څېر ټولوته رسيدلى دى .
هغه په پټو سترګو ليکي : (( چقدر خجالت اور است که سرود ملى .... فاقد استقلال طلبى و... باشد ، خودا دملي سرود دغه برخه نه ويني چې : (( دى شعار مو ازادي . ))
نوموړى دترکيه ، پاکستان ، بنګلاديش او ... ملي سردونو نومونه اخلي او لوستونکى پوهوي چې ګواکې ده دخپل کمپاين اود ادعا دثبوت له پاره دومره مطالعه کړې خو داسې ښکاري چې ده تش نومونه او ريدلي او بس .
ځکه دپاکستان په خاوره کې دپنجاب ، سند، بلوچ ، پښتون ، ګجرات له قو مونو پرته په لسګونو نور قو مونه ژوند کوي خو په سرود کې يې يوازې (( پاک سرزمين شا د باد )) راځي خو دى په خپل سرود کې د ٨ ټبرونو له ذکر سره بياهم هغه ملي نه بو لي .
نوموړى ، باندې دومره تعصب زور کړى چې دملي سرود شاعرته چې دده له قد نه زيات کتابونه او مقالې ليکلي ، دبې سواد ټا په لګوي اوپه سپين سترګى ليکي : (( سرنوشت سرود ملي ما به دست کسانى مي افتد که يک روز هم مکتب نه رفته . ))
له دومره ببولالو سره خواجه صيب دکار خبره وروسته کوي او هغه داچې خپله کرکه دپښتو ژبې په وړاند ې په ډاګه کوي ، هغه دټولو ملي سرودو نو چې ده يې نومونه اخستي په خلاف ليکي : (( اګر هنګام ساختن اين سرود در کنا ر پشتو از زبان فارسى هم استفاده ميشد به نفع کشور ، حيثيت و وزنه فرهنګى ان ميبود . ))
په دې ډول خواجه ، خپله پوچه مفکوره چې (( پښتو وزن نه لري )) په ډاګه کوي ، حال داچې دپښتو دفرهنګي غنا له پاره ديو خارجي څيړونکي دغه لنډه جمله هم کفايت کوي چې ويلي يې دي که پښتو ادب نور هيڅ نه وي نو يوازې لنډۍ يې هم کافي دى .
نو خواجه صيب ديوې ژبې چې يوازې لنډۍ کافي وي نو هغه ژبه به ولې وزن نه لري .؟؟
د نوموړي له نورو ګډووډو تېريږو خو دومره ورته وايو چې که زړ دې نه سړيږي او نورې هم دغه شان نفرت زېږونکې ليکنې کوي نو لطفا دې دخواجه او انصاري کلمې چې عام ولس ورته احترام لري دخپل نوم ضميمه و نه ګرځوي .
",خواجه دزړه خبره وروسته وکړه .
902,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٦
کابل: له هرات څخه کابل ته روانه شوې يوه بوينگ الوتکه چې ١٠٠ تنه سپرلۍ پکې سپرې وې ورکه شوې ده .
چارواکي وايي دا الوتکه د هوا د خرابۍ له امله د کابل په هوايي ډگر کې نه شواى کښته کيداى او لږ وروسته د هيواد په ختيځ کې ورکه شوه .
د کام ايير په نامۀ د خصوصي هوايي شرکت دا الوتکه لا تر اوسه نه ده موندل شوې ، داسې ويره ده چې لويدلې نه وي .
ويل کيږي چې د کام ايير په شرکت کې له نورو سوداگرو سره جنرال دوستم هم ونډه لري .
د دې هوايي شرکت ډيرې الوتنې د هيواد دننه دي خو دوبۍ ته هم اوونيز تگ و راتگ لري . د دې شرکت ډير پيلوټان روسي يا اوکرايني دي . ",د سپرليو الوتکه په افغانستان کې ورکه ده
903,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٦
کابل: په کابل کې له تيرې شپې څخه د پيل شوې واورې کچه نژدې نيم متر ته رسيدلې ده .
يوۀ خبري اژانس خبر ورکړى چې تر ماپښينه پورې ٤٠ سانتي متره واوره وريدلې وه .
په تيرو ٢٠ کلونو کې دا تر ټولو ډيره واوره ده چې په کابل کې يو واري اوري .
د واوري د ورښت له امله د پلازمينې ژوند نژدې په ټپه ولاړ دى .
د افغانستان د ترانسپورت وزارت خبر ورکړى دى چې د دغۀ هيواد ډير سړکونه د واورو د ورښت له امله تړلي دي . داسې گومان دى چې د همدې ورښت له امله د کام ايير الوتکه ښايي لويدلې وي . ",کابل کې نيم متر واوره وريدلې
904,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٦
کابل : په کابل کې ځينې چارواکي چې د خپل نوم له اخيستو ډډه کوي وايي چې له هرات څخه کابل ته روانه بوينگ ٧٣٧ الوتکه د کابل په ختيځ کې لويدلې ده .
دا خبره په ښکاره لا د چارواکو له لورې تاييد شوى نه دى .
وروستي رپورټونه ښيي چې د سپرليو شمېره يې ١٠٠ تنه نۀ بلکه ١٠٤ کسان و .
د الوتکې د ورکيدو او لويدو علت د واورې ورښت او بده هوا ياده شوې ده . ",ورکه الوتکه لويدلې ده
905,,"
په کابل کي د دفاع وزارت چارواکي وايي د هغي ملکي الوتکي ټوټي چي د پنجشنبي له ورځي راهيسي ورکه وه د کابل په سهيل ختيځ، چناري سيمه، کي پيدا شوي. همدا خبر د نړيوالوسوله ساتو ځواکونو چارواکو هم تاييد کړي. هغوي وايي د لټون يوي چورلکي د رالويدلي الوتکي پاتي شوني د کابل په سختو غرونو کي چي درني واوري پوښلي د شنبي دماسپښين په دوه بجي موندلي ده او د ژغورني ډله د هوا له لوري د پيښي سيمي ته پياده شوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند لطف الله مشال ويلي چي ګمان کيږي چي د کام اير په الوتکه کي ټول ١٠٤سپاره کسان به وژل شوي وي.
د جومي په ورځ هم رسنيو د الوتکي د پيدا کيدلو خبر ورکړي وو چي بيا وروسته رد شو.
بوينګ ٧٣٧-٢٠٠ د Kam Air د شخصي هوايي کرښي پوري اړوند وه چي د پنجشنبي په ماسپښين هغه وخت د رادار له څرکه ورکه شوه چي له هرات څخه دکابل هوايي ميدان ته نږدي را ورسيده. افغان چارواکي د الوتکي د تښتوني يا د وسلي په زور د الوتکي د نسکوريدو امکان ردوي او د هوا خرابوالي د پيښي لامل بولي.
په دي الوتکه کي ٩٦ مسافر او اته تنه د الوتکي عمله وه چي له دي ټولو نه تر شل زيات يي بهرنيان وو. په بهرنيانو کي ٦ د الوتکي وروسۍ عمله، ٩ ترکيان، ٦ امريکايان او ٣ ايټالويان شامل دي. ",د نسکوري شوي الوتکي ټوله سورلۍ کيداي شي مړۀ وي
906,,"
",
907,,"
له کابله خپرېدونکې ( هوسۍ ) خپله پرله پسې اتمه ( دوهم کال ـ ـ دوهمه ګڼه ( لېندۍ : مرغومی ) ١٣٨٣ ل ( دسمبر ـ جنوري ) ٢٠٠٤\٥ ز کال) دارواښاد استاد علامه رشاد بابا لپاره ځانګړې کړېده چي درانه لوستونکې او د هوسۍ مينه وال يې د بېنوا ويبپاڼي له لاري پر ليکه لوستلای شي .
هوسۍ له افغانستان څخه دننه خپرېدونکې يوه خپلواکه، ناپېيلې، کلتوري، ټولنيزه او ادبي دوه مياشتنۍ مجله ده، چې په هېڅ ګوند، سازمان او ارګان پورې اړه نه لري. د دې خپرونې موخه د افغاني ويجاړ کلتور بيارغونه، د ملي يووالي ټينګښت او د ملي ګټو خوندي کول دي.
که غواړئ د خپل کور پر پته هوسۍ تر لاسه کړئ ، د هوسۍ دوې مياشتنۍ ټولنيزي مجلې ګډون وکړئ ، تاسو که د نړۍ په هرګوټ کي اوسيږئ،د هوسۍ هره نوې ګڼه به مو تر کوره په مينه مينه در روانه وي .
د هوسۍپه اړه د نورو مالوماتو لپاره دهغې د ويبپاڼي پته کښېکاږئ :",هوسۍ ونازوئ !
908,,"
",
909,سورغر توخى,"
داعمليات له هغې وروسته پيل شول چي دفراه ولايت عامو وګړو دغلو دزياتې لاس اچونې په خاطر په مظاهرو لاس پورې کړ .
په فراه ولايت کې دامينت مشر محمد رسول دبينوا ويبپاڼې ځايي خبريال ته وويل ."" داعملياتو مو دسلواغي پر ١٤ نيټه په پشت ولسوالي کي پيل کړل چي په هغه ورځ مو ١٣ تنه غله سره له سلاح ونيول او يو تن يې دتيښتي پر حال چي په غره کي يي منډه کوله له پو کمره نه ولويد اوومړ او تيره ورځ وموړ او تيره ورځ مو بالابولک او ردو ولسواليو کې بيا روانو عملياتو په ترڅ کې ١٢ تنه غله نيولي دي ..""
نوموړي زياته کړه ."" ددي غلو چي مشري يې عبدالستار نومي کس کوله نيولي مو دي او ددوي هم يوتن چي غوښتل يي وتښتي عسکرو ويشتلى او وژل شوى دى له دې غلو سره موموټري او سلاحاګانې هم نيولي دي .""
دنوموړي پروينا او س له دوى سره ٢٥ تنه غله بنديان دي او دده پرينا په سيمه کي به تر هغو عمليات روان وي چي ترڅو په مکمل ډول يې دغله او غيرمسئول کسان چي سره له سلاح ګرځي نه وي ورک کړي
",دفراه امنيتي چارواکو ٢٥تنه غله نيولي دي
910,,"
",
911,سورغر توخى,"
په کندهار کې د ولمشر سلاکار وزير او دکندهار والي ګل اغا شيرزي دکندها رپه سهيل کي دروح اباد په سيمه کې د حاجي عبدالطيف په نامه دنوي پارک دبنسټ ډبره کيښوده .
داپارک چي په ٦٥ جريبه مځکه کي جوړيږي ٢٥ جريبه مځکه يې يواځي دميلمستونونو لپاره او دباغ لپاره ځانګړې شوې ده
ګل اغا شيرزي په دې اړه وويل ."" داپارک چي په ٦٥ جريبه مځکه کي جوړيږي او ٢٥ جريبه مځکه يي دباغ او ميلمستونولپاره ده دابه دښار اوکندهار ته دراغلو ميلمنو دتفريح او ساعت تيري لپاره په کندهار کې تر ټولوغټ او عصري ځاي وي .""
دګل اغا شيرزي پر وينا دا پارک به په بشپړ ډول په شپږو مياشتو کې دخلکو په خدامت کي وړاندي شي .
ديادونې وړده چي په کندهار کي داشپږم ميله ځاى دى چي ددولت له خوا دخلکو پر مخ پرانستل کيږي
", په کندهار کي شپږم عصري پارک جوړيږي
912,سورغر توخى,"
په تېره اوونۍ کې دزابل ولايت لاره دپرلپسي ورښتونو له کبله دهغومسافرو په واړندي چي له کا
بله کندهار او يا له کندهار نه کابل ته سفر کوي کوي بنده پاتي وي .""
په دې اړه دفوايدعامي وزير ډاکتر سهراب علي صفري دکابل زابل د لويې لاري دکتني په تر څ کې چې دهيواد مشر په لارښونه يې سفر کړى وه دزابل له چارواکوسره ليدنه کتنه وکړه .""
نوموړې دزابل له چارواکوهيله وکړه چي په دې اړه جدي ګامونه واخلي اودمسافرو دتګ راتګ زمينه مساعده کړي .نوموړي په ژمي کي دکا بل او زابل دلويې لاري دپاکولو او دپرانيستنې په اړه ټنګار وکړ او په دې برخه کې يې دلګښتونودتمويلولوپه موخه يواندازه نغدي پيسي ددغه ولايت چارواکو ته ورکړي .""
ديادونې وړده چي په دې ورسيتوکې دکندهار او کابل لويه لاره چي په زابل کي تيريږي دواورو له کبله بنده پاتي وه چي په ورسيتوکې خبرونو کې په دې سيمه کې دمرګ ژوبلي روپوټونه هم ورکول شول چي په هغې کې ١٨ تنه مړه او ٩ تنه ټپيان ښود ل شوي وه چي موټر يې په واوروکې بند شوي وه او يا هم دکنګل شوې واور له کبله ښوېدلي وه .""
خو تيره ورځ بيا په نوموړې سيمه کې واوره ورېده او نن بيا مسا فرو کابل ته دتګ لپازړه نه ښه کاوه
",دفوايد عامي وزير دکابل او زابل دلويې لارې پر پرانستلو ټينګار وکړ
913,خالد هادي حيدري,"
ارواښاد خالد بارګامي ته !
ای د مســـــــــتو نغـــــمو غـــــــره
غــــم خـــــــوړلې مســـــــــــافـــره
ای پـــرديسه ځـــــــــــوانيمرګــه
ای د تــــــــــورو شـــــــــپو سحره
------------
که تــــــه هر خواتــــه روان سې
او لـــــه موږ څخه پنــــهان سې
موږ دي پـــــــېژنو ته نه مـــــرې
که پــــــه زر ځله هــــم وران سې
-----------
ځـــــکه ته خـــــو يو هــــــــمت ئې
يـــــو احساس ئې يو غــېرت ئې
تا اجــــــــــــــــل نشي خـــــــوړلای
تــــــــــــه غښـــــــــــتلی محبت ئې
-----------
مرګ دي نه ســـــــــــي ختـمولای
ژونـــــــــــــد دي نه سي هــېرولای
زمـــــوږ له زړونو څـــه ستا مينه
قسمت نـــــــــه شي پاکــــــــــولای
---------
ته خــــــــــو مړ نه ئې ژونـدی ئې
يو اتــــــــــل ئې يو زمـــــــــری ئې
د پښــــــــــــتو د بڼ ګلابــــــــــــــــه
زمـــــوږ د هيلو پسرلـــــــــــی ئې
----------
ستا مــــــــــورکۍ وهـي چغاري
هره اوښکه کې خدای ښکاري
ته خـــــــــو مړ نه ئې ( خــــــــالده )
دا پرڅــــــــــــه درپســـــي ژاړي
-----------
يــــــوار خپل سر کړه راپـــــورته
ورتـــــــــــه ووايه خپل مـــــــور ته
چه مـــــــــور جاني راتــــه غوږ شه
دا زمــــــــــــا د نغـــــــــــمو شور ته
----------
دغــــــــــه ستا شـــــــــــيرينه مــينه
ما مـــــــــــرګي ته هيڅ پرېـــــږدينه
زما رګـــــــــــونو کي لا غـــــورځي
پښـــــــــــــــتنه سپېڅلې ويـــــــــنه
---------
زمـــــا احساس او زمـــــا شعرونه
ويښوي مـــــــــــــــــړه اولســــــــونه
تل تـــــــــــر تله به ژونـــــــــــــدی يم
لـــــــــــــــــــــړزوم بـــــــــه تاريخــونه
-------------
پاڅــــــــــــوم به بــــــــــيده زړونـــه
چه پـــــــــــــوره کـــــــــــړم ارمانونه
مــــــــــوري ستا کـــــه باور نسته
يو وار وپــــــــوښته دا غــــــــرونه
-----------
دا کـــــــــــــــــوڅې دا ربـــــــــاتونه
دا دخــــــــــــــــاورو خـــام کورونه
دغه خــــړ خــــړ ديــــــــــــــــــوالونه
دا ګـــــــــــــــــودرها چـــــــــنارونه
دغــــــــــــــه مست مست کنړونه
-----------
دغــــــــــــه ټولـــــــــه شاهدان دي
دا زمـــــــــــــــــا د زړه يــاران دي
ته بـــــــــــــــاور وکړه مــــورجاني
تر ايمان راباندي ګــــــــــران دي
------------
تــــــر هغو چي وي دا پــــــــــاته
زه ژونــــــدی يمه وتـــــــــــــــــاته
مــوري ستا (حيدري) زړه کي
تــــل دعا کـــــــــوه و مـــــــــــــاته
نيويارک د جولای اته ويشتمه د ٢٠٠٤ ل کال ",ارواښاد خالد بارګامي ته !
914,,"
",
915,پژواک,"
كاناډايي څېړونكى او ليكوال :
پژواک : په كاناډا كې يو چاپېدونكى كتاب ليکي چې په لومړي ځل امريكا افغانانو كشف كړې وه.تاريخ ليكونكي لا تر اوسه په دې عقيده دي چې امريكاپه ۱۴۹۲ عيسوي كال كې كرستف كولمب كشف كړې او بيا اروپايان دغلته ليږدول شوي وه، کتاب دغه ادعا ردوي. دغه کتاب چې (يو ناشونى سفر د كابل څخه تر چياپاسه ) نومول شوى دا حقيقت څرګندوي چې د كرستف كولمب څخه زر كاله وړاندې افغاني بودايي راهبانو دغه لويه وچه كشف كړې ده.كتاب ۲۷ فصلونه لري چې په راتلونكي پسرلي كې به په لوړ تېراژ له چاپه راووځي،د کتاب دپوښتۍ له پاره د سمندر په څپو کې ديوې بېړۍ تصوير انځور شوى ده.ليكوال د طالبانو د حكمرانۍ پر مهال په ۲۰۰۱ عيسوي كې د افغانستان دوره كړې،په درېو فصلونو كې يې د كابل تاريخي ځايونه انځور كړي دي.افغاني څېړونكي او تاريخ پوهان دغه نظر تاييدوي .خداى بښلي اكاډيمسن پوهاند علامه عبدالشكور رشاد په بيلابيلو مقالو كې دغه حقيقت ته اشاره كړې او د كاناډايي ليكوال نظريه يې سمه ګڼلي وه .پوهاند رشاد په يوه مقاله كې ليكي چې افغاني راهبانو بودايي تمدن چين ته رسولى.د پوهاند رشاد دغه نظر كاناډايي ليكوال غزولى هغه د راهبانو هغه مسير چې د افغانستان څخه د چين د لارې امريكايي سواحلو ته رسېدلي څېړلي ، نښو نښانوته يې په كتاب كې ځاى وركړى دى. د پنځو بودايي راهبانو يوه ډله په ٤٥٨عيسوي کال کې د هوشين Hushin په مشرۍ د کابل څخه د ورېښمو د لارې چين ته رسېدلې او د هغه ځايه د بېرنګ د کانال له لارې د کښتۍ په وسيله د ارام سمندر امريکايي څنډو ته پلې شوې وه.دغې ډلې کاناډا او امريکا پلي طى کړې ده او د مکسيکو هېواد د چياپاس ولايت ته رسېدلې وه.ګيري ګيډيس Gary Geddes ددغه كتاب د چاپولو لپاره په كلونو كلونو څېړنه كړې او ددغې نظريې د ثابتولو له پاره دلايلو ته په كتاب كې ځاى وركړى دى.د نړۍ د څېړونكو تر مينځ لا د پخوا څخه د ارام سمندر د اسيايي څنډو څخه امريكا ته د انسانانو په لېږدول كېدو بحثونه شوي خو ددغه كتاب په چاپېدو به دغو بحثونو ته نوې ساه ورپو كړي او د ليكوالانو تر مينځ به د بحث يو نوى باب پرانيزي.د بهرنيو چارو په وزارت كې دامريکا د قارې كاناډا ډسك مسئوول محمد حسن سوبمن چې د ليكوال سره يې د مطالبو په برابرولو كې مرسته كړي ده په دې عقيده دى چې د كتاب په چاپېدو سره به د خلكو هغه انديښنې لري شي چې افغانستان به بيا د نړيوالو د پامه وغورځېړي :"" افغانستان اوس دڅو لسيزو انزوا نه وروسته په نړيواله سطح مطرح شوى كه اوس دنيا كې دا مطرح شي چې افغانان دامريكا لومړي كاشفان دي ،افغانان به د نړيوالو له پامه ونه غورځېږي ",کاناډايي څېړونکی : امريكا افغانانو كشف كړې
916,,"
يوو امريکايي جنرال ويلي چې په عراق او افغانستان کي جنګ کول او د خلکو ويشتل ددۀ لپاره يو ښۀ ساتيري وو. په کليفورنيا کي له عراق نه له ستنيدو وروسته د بحري څواکونو د يوي فرقي مشر ډګرجنرال جيمز متيس دخبرو اترو يوي ډلي ته تيره اونۍ وويل چي ((واقعآ جنګ کول يو ډير لوي ساتيري دي چي چيغي او شورماشورپکي وي. زما شخړه او شورماشور خوښيږي او دا هم يوه سرګرمي ده چي څيني خلک په نښه کړي. ))
په افغانستان کي د جګړي کولو په اړه دې ښاغلي په خپله وينا کي چي ټېپ کيدله وويل: هغو سړو چي ښځي به يي ددي لپاره په څپيړه وهلي چي چادري يي نه اغوسته هيڅ سړيتوب نلرل او د هغوي ويشتل يو ساتيري وو.
د متيس له څرګندونو وروسته په واشنګټن کي د بحري څواکونو لويي قطعي په دۀ د هغه دبيباکه وينا لامله نيوکه وکړه. يوه بيانيه چي وروسته د قطعي د مشرتابه له لوري صادره شوه ويل يي چي ښاغلي متيس ته د هغه د وينا په اړه يادونه شويده خو دپام وړخبر يي دا وه چي دغه جنرال صيب ديوو زړه ور او تکړه نظامي مشر په توګه ستايل شوي وو. ",'دخلکو ويشتل لوي ساتيري دي'
917,,"
کابل: نړيوال سوله ساتي ځواکونه د هغي الوتکي ځاي ته رسيدلي چي تيره اونۍ کابل ته نږدي د بدي واوريني هوا له کبله لويدلي وه. ډيره واوره، سخته غرنيزه سيمه او نامساعده هوا تر پنځمي ورځي پوري د ژغورني دعملياتو په مخ کي خنډ وو.
د ناټو تر مشري لاندي سوله ساتي ځواکونه وايي چي د ژغورني او پلټني ډله به ډير ژرهڅي پيل کړي چي که څوک له پيښي نه ژوندي پاتي شوي وي وژغوري او د رالويدلي الوتکي شاوخوا سيمه دځمکني ماينونو له خطر څخه پاکه کړي.
داسي ويره ده چي په الوتکه کي١٠٤ ټول سپارۀ کسان به مړۀ شوي وي.
په يوه وروستي انځور کي يوازي دالوتکي نيمه تنه ښکاري چي د شنبي په ورځ موندل شوي وه اودهغي نور پاتي شوني او د مړو جسدونه ندي ليدل شوي. ",د ژغورني پلټني ډله د لويدلي الوتکي ځاي ته رسيدلي
918,,"
١٩ سلواغې ١٣٨٣
سختو يخنيو د زابل ولايت په پنځو ولسواليو کې د وژل شوو ماشومانو شمېره لا نوره لوړه کړه.
د تېرو دوو اونيو را په دې خوا د زابل ولايت د شېنکۍ، شمولزو ، نوبهار ، سيوري او دا ټغر ولسواليو مواصلاتي لارې بندي دي.
ځايې چارواکي واي چې اوس په نوموړي سېمه کې د وړو يوه بوجۍ په ٤٠٠٠ افغانيو هم نه تر لاسه کيږي.
د شېنکي ولسوال وزير محمد واي چې سختو يخنيو نه يواځې ګڼ شمېرماشومان ناروغه کړي بلکې د وژل شوو ماشومانو شمېره هم له لسو تنو څخه زياتيږي.
سېمه ايز خلک د شېنکي په بازار کې راغونډ شوي او ددولت په خلاف يې مظاهره کړي ده. دوي واي چې دولت د لويو لارو د خلاصولو لپاره هيڅ نه کوي.
ولسوال وزير محمدهم د دغو مظاهرو پخلې وکړ او د هغو په ملاتړ يې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه. ",په زابل کې سړې هوا د خلکو ژوند تريخ کړي دي
919,,"
نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د هغي الوتکي د پاتي شونو په مينځ کي د مړو ټوټه شوي بدنونه موندلي چي تيره اونۍ کابل ته نږدي د خرابي هوا لامله ولويده خو د ژونديو کسانو يي هيڅ څرک ندي تر سترګو شوي. د دوشنبي په ماسپيښين يوي هسپانوۍ چورلکي پنځه سرتيري د هغي واوريني غونډۍ په سر پياده کړل چيرته چي د کام ائيرد خصوصي شرکت دالوتکي تنه پرته ده.
په کابل کي ددفاع وزارت چارواکو خبر ورکړي چي د ملي اردو ځواکونو هم ځيني مړي دپيښي په ځاي کي پيدا کړي خو نشي کولاي چي ويي ليږدوي.
تر اوسه ډيره لږ يا هيڅ هيله نشته چي ١٠٤ کسان چي په الوتکه کي سپارۀ وو او له هرات څخه کابل ته راتلل به له پيښي نه پنځه ورځي وروسته ژوندي پاتي شوي وي.
دا پيښه دا فغانستان په تاريخ کي تر ټولو ناوړه هوايي پيښه کي بلل شوي
د ناټو په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو يوي وياندي نن ماښام رسنيو ته ويلي چي هغه سرتيري چي د پلټني او ژغورني لپاره پياده شوي وو بيرته کابل ته ستانۀ شوي او سبا به بيا د مړو دپيدا کولو هڅو ته دوام ورکړي.
د کام ائير بوينګ ٧٣٧ ملکي الوتکه کي د ګڼو افغانانو تر څنګ تر شلو زيات بهرنيان هم وو چي دتيري پنجشنبي په ورځ د کابل نږدي ٣٠ کيلومتره ختيځ ته راپريوته او ايله د شنبي په ورځ وموندل شوه. ډيره واوره، سخته غرنيزه سيمه او نامساعده هوا تر پنځمي ورځي پوري د ژغورني دعملياتو په مخ کي خنډ وو.
اوس داسي بريښي چي د مړو د ليږدولو چاري به ډيري ستونزمني وي او چارواکي په دي غور کوي چي په څۀ ډول دوي وليږدوي ځکه چي الوتکي نشي کولاي هلته کيني. د چيناري په غرنۍ سيمه کي دا غونډۍ نږدي ١١٠٠ فوټه د سيند له سطحي لوړه ده چي تر کابل ٥٠٠٠ فوټه لوړه پرته ده او فکر کيږي چي نږدي دوه متره واوري دا سيمه پوښلي.
که څه هم تر اوسه د الوتکي د نسکوريدو دقيق لاملونه ندي مالوم خو چارواکي وايي چي د واوري سخت اورښت الوتکه له کرښي ايستلي او لويدلي. يو دولتي کميسون ټاکل شوي چي د پيښي پلټنه وکړي. ",د لويدلي الوتکي په ځاي کي د مړو راټولول پيل شوي
920,,"
",
921,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ١٩
کابل : په افغانستان کې د ترهه ګرۍ ضد نړيوال ايتلاف د پوځي او ملکي چارو مسوول راندي بروکس په کابل کې اعلان وکړ چې د دغۀ هيواد درو نورو ولايتونو ته به هم د ولايتي بيا رغاونکو پوځو ډلو سرتيري او چارواکي ورځي .
دغه درې ولايتونه د بادغيس ، غور او داي کنډي دي چې د افغانستان په مرکز کې موقعيت لري .
د ولايتي بيا رغاونې نورې نړيوالې ډلې د افغانستان ډير ښارونو کې په فعاليت بوختې دي خو تر اوسه د ارزګان په څير ولايت ته نه وې ورغلې .
ارزګان د ځينو نورو ولايتونو په پرتله د اورپکو د پرله پسې بريدونو له امله ناکراره او وروسته پاتې ولايت ګڼل کيږي .
له دغو درو ولايتونو سره به د ولايتي بيا رغاونې ټيمونه ١٩ ته ورسيږي تر دې وړاندې په باميان ، پروان ، بلخ ، بدخشان ، کندوز، بغلان ، فارياب، هرات ، فراه ، هلمند، ارزگان ، کندهار، غزنى، پکتيا، پکتيکا او کنړ کې دغه ډلې په فعاليت بوختې وې .
په افغانستان کې د ولايتي بيا رغاونې لومړني ټيم دوه کاله وړاندې د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې په کار لاس پورې کړی و .
",درې نور ولايتونه بيا رغاونکي ټيمونه مومي
922,,"
",
923,حبيب الله غمخور ، مالمو سويډن,"
د حبيب الله غمخور ليکنه
سويډن ٧ فبروري ٢٠٠٥
دبن دتوافقاتوپه اساس دولسمشر تر ټاکلو وروسته بله عمده او مهمه مسله دولسي جرګې ( ملي شوری) لپاره ټولټاکني دي .
په لومړي سر کي چې لا د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکني نه وې شوې داسې گنگوسې وې چي کله دچارواکو او کله بيا دځينو سياسي څيړونکو لخوا تر غوږو کيدي چې گواکي دولسمشر او ولسي جرګې لپاره انتخابات به په يوه وخت سرته رسيږي ،خو هم هغه وخت او هم اوس دا ثابته شوه چې دافغانستان دنظامي او سياسي نا انډوله حالت پر اساس دا کار ناشونی برېښيدی .
دا ځکه چې د ولسمشر لپاره ټولټاکني او دولسي جرګې لپاره ټاکني په هر لهاظ فرق درلود، په همدي اساس دا خبره هغه وخت اشتباه وه چې دواړي ټاکني پر يوه وخت کيږي . ددي خبري د سپيناوي لپاره لاندي لاملونه او دلايل پر ځای بولم :
داساسي قانون په اساس دهيواد ولسمشر دنفوسو دشمير له مخي نه بلکي دټول هيواد لپاره يوله هغو کانديدانو څخه چې په انتخاباتو کې يې زياتي رايي تر لاسه کړي وي دملک ولسمشر ټاکل کيږي . ولي دملي شوري لپاره وکيلان د ولايت او ولسواليو نه دنفوسو دشمير په اساس درايو په اکثريت ټاکل کيږي .
دولسمشر ټاکنه سر شميرني ته اړتيا نلر ي . اما د ملي شوري لپاره دانتخاباتو لومړنی او حتمي شرط سر شميرنه گڼل شوي ده .
دولسمشر دمقام دتر لاسه کولو لپاره سيالي معمولا دڅو کسانو تر منځ وي ،ولي د ملي شوري لپاره دا سيالي په يوه ولايت کې کيداي شي د ٦٠،٥٠ کسانو تر منځ وي .
په اوسنيو کړکيچنو شرايطو کې چې لا د هر څه شروع گڼل کيږي په هيواد کې دسر شميرني مسله ډيري تاريخي ريښې لري او له بده مرغه زموږ په هيواد کې دا سر شمېرنه نه په عادي او نور مالو شرايطو کې هم سرته نده رسيدلې او نه هم دجنگ او جگړې په حالاتو چې هلته خو بيخي دا کار شونی نه ؤ . هغه احصایې چې دپخوانيو چارواکو لخوا نشر شوې يوه يې هم رښتينې شميرنه نده ديو اټکل له مخي تر سره شوي دي . څرنگه چې دسر شمېرني مسله زموږ دهيواد دملي مسايلو دحل لپاره يو له عمده او مهمودندو څخه گڼل کيږي ځکه نو د بن په توافقاتو کې یی هم ځانگړی ځاي درلود. دبن دتوافقاتو د تړون ددريمي ضميمې په دريم ماده کې دافغانستان دمسلي دسياسي حل په منظورپه افغانستان کې پر عمومي سر شميرنه ټينگار شوی اود همدغه پريکړو په اساس داسي فکر کيده چې دسر شميرني لپاره به دملگرو ملتو سازمان يو ځانگړی کميسون جوړکړي او دغه کميسون ته به دافغانستان ددولتي حاکميت په رغنده همکارۍ دسر شميرني دنده وسپاري ، خو متاسفانه دا کارسر چپه شروع شو ياني دا چې دځانگړي کميسون دجوړيدو پر ځاي دا کار دافغانستان دمرکزي احصایی پر غاړه شو او بهرني هيوادونو دا دنده پر غاړه واخيسته چې هغوي به يوازي دوي ته مالي مرستي او تخنيکي اسانتياوي برابروي .
د هغو معلوماتو له مخي چې په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي داحصايي محترم رياست نه تنها چې ددي کار په مختلفو دلايلو جوگه ندۍ تر اوسه يې په عمل کې لکه څنگه چې لازمه ده او زموږ دهيواد لپاره دقيقه سر شميرنه حياتي ارزښت لري وړ کار سرته ندي رسولي ، په مطبوعاتو کې مې خبر واوريد چې دوزيرانو په غونډه کې ښاغلي وطنيار صاحب لخوا په هيواد کې دسر شميرني رپوټ واورول شو او.....،ولي يوه هفته ورسته دازادۍ راډيو دمحترم ریس صاحب سره دهمدغه سر شميرني پر موضوع دخبرو اترو پروگرام در لود او ښاغلي ریس صاحب دخلکو سوالو ته ځواب وايه ،که دا جريان هر چا اوريدلاي واي نو هرو مرو دا سوال ورسره پيداکيده چې پر نورو او تيرو رژيمونو انتقاد او هغوي ته گوت نيونه څومره اسانه کار دۍ ولي دا چې دبهرنيانو په ميليونو ډالرو او د تر” ٣٠ ” زرو زياتو بهرنيو تر خولي وسله والو قو تونو او امريکا يې قوت چې دنړۍ يوازينۍ نظامي سياسي طاقت دۍ په موجوديت کې مر کزي احسايې ونشوکولاي چې رښتني سر شميره نه وکړي نو دوطن بيا رغاونه خو دسړي هيره شي . په دغه راډيو يې پروگرام کې دکابل دښار له اومي ،لسمي او شپږمي ناحيې ، دپکتيا ،خوست ، کندهار ولايت د ښار ، د پنجوایی او ارغنداب ولسواليو ، د هلمند ولايت دلښکر گاه له ښاره او نادعلي ولسوالۍ ،دننگرهار دجلال آباد له ښار او شينوارو له لوي ولسوالۍ ، بدخشان او نورو سيمونه تليفوني سوالونه وشول او ټولو وويل چې موږ دسر شميرني کوم کسان ندي ليدلي .او له کنړ اوننگرهار نه دو نفرو نيوکه وکړه چې داحصايي رياست دسر شمير ني لپاره پښتو ژبه ويونکو منطقو ته فارسي ژبي اوفارسي ژبو ويونکو سيمو ته پښتو ژبي کسان ليږلي دي او دهغوي برخورد او کړني دخلکو سره ډير امرانه دي ،څنگه کيداي شي دا ښاغلي چې پښتو يې نده زده دپښتنو په سيمه کې زموږ دهيواد نالوستي خلک پدي پوه کړي چې سر شميرنه يعني څه او دوي څه غواړي .
دجنوري په شپاړسمه نيټه دکندهار دولايت دوالي وياند ښاغلي خالد پښتون دازادۍ راډيو ديوي پوښتني په ځواب کې وايي : وامو وريده چې دسر شميرني يو هیت کندهار ته راغلي ؤ اما کله چې مو وروسته پوښتنه وکړه هغوي لکه څنگه چې لازمه وه هيڅ کار نه ؤ کړي . دارزگان او دايکنډي په ولاياتو خو ښاغلي ریس صاحب خپله وايي چې دسر شميرني کار ستونز من دي اوس خو داکار تر بل دوبي کاملا ناشونی دۍ . سوال دادۍ دغه شان سر شميرني ته رښتينې سر شميرنه ويلاي شو او که هدف دا ؤ چې بهرنيان يې واوري چې سر شميرنه وشه .
نو ځکه داسوال پيدا کيږي چې يا دا اداره ددغه کار په ارزښت خپله نه پوهيږي او يا غواړي لوټه په اوبو کې کښيږدي او ځان پر تير کړۍځکه دښاغلي ریس صاحب دگذارش ورکولو ډير ښه چل ياد ؤ او په خبرو يې دوطن گل گلزار تمثيلاوه ،پداسي حال کې چې سر شميرنه نه يوازي دملي شوري دانتخاباتو لپاره بلکه هغه جنجالونه چې دهيواد دمختلفو قومونو او ژبو ويونکو تر منځ همدا اوس هره ورځ هر يو ځان تر بل ډير بولي او پر همدغه مسله دقومونو اړيکي ددښمنۍ تر سرحده ورځ په ورځ رسيږي زيات ارزښت لري . دا ستونزه يوازي د رښتنۍ سر شميرني په پايله کې حل کيداي شي. دلته دا مطلب ويل غواړم عرض کړم چې زه دهيچا سره کومه شخصي او سياسي تربگني نلرم او نه هم ښاغلۍ رئس صاحب پيژنم که دده پر ځاي زما نږدي دوست هم ددغي اداري مشر واي ددا شان کړونو وروسته به مې همدا ليکنه کړي واي دا ځکه چې زموږ دهيواد دبهرنيو او کورنيو دښمنانو دا شعار چې ” بي اتفاقي واچوه او حکومت وکړه” د پلي کولو يو لوي لامل همدا د رښتنۍ سر شميرني نشته والۍ دۍ ، که نه نور هر څوک پخپل ټاټوبي اومنطقه کې اوسي . مشوره مې داده که دا اداره پدغو امکاناتو نشي کولاي دا کار پر مخ بوزي او يانور کوم سياسي ،نظامي پرابلمونه وي ښاغلي ریس صاحب بايد دپلان دپخواني وزير بشر دوست صاحب په څير استعفا وکړي او افغان ولس ته څرگنده کړي چې پدغو دلايلو دا کار نا شونۍ دۍ .
ديو هيواد چارواکي ددي لپاره چې وکولاي شي په هيواد کې سياسي ، اقتصادي او اجتماعي ريفورمونه پلي کړي بيله رښتنۍ سر شميرني به هرڅه د نيمگړتياوو سر مخامخ وي ، يو ساده مثال: څنگه کيداي شي ديو فاميل مشر بيله دينه چې دفاميل دغړو شمير ورته معلوم نه وي کورته غذا ، يا جامي او نور شيان راوړي؟ ځکه په عمومي توگه پداسي هيوادونو کې لکه افغانستان دسر شميرني په وخت په ليکلي فورمه کې لاندي معلوماتونه راټوليږي :
نوم او تخلص
دزيږيدو ځاي او تاريخ
باسواد يا بيسواد
دزده کړي کچه
کسب او مسلک
متاهل يا مجرد
څو ماشومان لري ،دلور او زوي په تفکيک
مذهب
مورنۍ ژبه
داوسني اوسيدو ځاي
ممکن په افغانستان کې داحصايي رياست نوري پوښتني هم ورسر ايضافه کړي وي ،ولي داپورته معلومات ددولت لپاره دلاندي کارو دسرته رسولو لپاره ستر ارزښت لري .
داقتصادي او صنعتي پلانونو او پروژو سرته رسول .
روغتيا يې خدمتونو ( روغتونونو ،پوليکلينيکونو،درملتونونو،نرسانو ،ډاکټرانو او نورروغتيايي پرسونل اماده کول .
ښوونځيو ،عالي او متوسطو مسلکي مؤسسو ، پوهنتونو دجوړيدو شمير ، د علمي کدرو او دغو علمي مؤسسو ته د اداري پر سونل ، تعمير، قرطاسيه او کتابونو چاپ .
دغذايي موادو برابرول .
تجارت ،داوبو ،مځکي او ځنگلونواو نورو طبعي زيرمو څخه داستفادي مسله .
هوايي او ځمکنۍ ترانسپورټ او نور ډير شيان .
په افغانستان کې دملي شوري ،ولايتي او ولسوالي شوراگانو ته دانتخابات .
په افغابستان کې دملي شوري ،ولايتي او ولسوالي شوراگانو لپاره وکيلان د نفوسو دشمير له مخي ټاکل کيږي بيله رښتنۍ سر شميرني لمړۍ دا دپارلمان دا” 249 ”چوکۍ پر ولاياتو څنگه بايد ويشل کيږي ؟ پداسي حال کې چې دانتخاباتو دقانون د” 19” مادي په اساس دمرکزي احصايي لخوا بايد دملي شوري دانتخاباتو تر شروع ” 90” ورځي وړاندي دهر ولايت ددنفوسو شمير د انتخاباتو دکميسون په واک کې ورکړه شي.
زه چې دمرکزي احصايي داشان غولونکي راپورو ته گورم او دهيواد اکثريت اوسيدونک هم وايي سر شميرن نده شوي او محترم رياس بيا ادعا کوي چې دا کار په ډيره عالي او په اصطلاح وطنپرستانه شکل او روحيه سرته رسيدلۍ د ملي شوري دچوکيو ويش به غيريعادلانه وي . متاسفانه له يوي خوا خو بيله کوم ضرورت او دليله دري ولايتو نه داشخاصو دخوشاله کولو لپاره دهيواد پر اداري تشکيل ور بار شول لکه کابينه چې دبل له جيبه معاش اخلي ولي تر کارمندانو يې وزيران، دهغوي معاوينان او سلاکار مشاور وزيران ډير شوه ، او دولتي تشکيل له حد نه زيات وپړسول شو.
حقيقت دادۍ چې دا سر شميرنه لکه څنگه چې اړينه وه نده شوي او اوس خو دا کار ځکه ناشونۍ دۍ چې دخداي په فضل سږ کال واورو او بارانو دهيواد مځکه وپوښل او داسي يې خړوبه کړل چې دثور تر آخره پوري د دايکندي ،دارزگان ځينو ولسواليو، غزني ،وردگو، باميان ، زابل ، غور ،بدخشان او يو شمير نورو سيمو ته ورتگ د ثور دمياشتي تر اخره پوري ناشونۍ کار دۍ.
تر کومه ځايه چې دخلکو څخه اوريدل کيږي دسر شميرني کار دبيطرفو او خواخوږو کسانو لخوا پر مخ نه بيول کيږي له بده مرغه دراپاته بي اتفاقيو دمرض په اساس پدغه کار داسي کسان گمارل شوي دي چې ددا شان ملي کار دسرته رسيدو جوگه ندي .
دهيواد پدغو شرايطو کې چې تر اوسه لامرکزي حکومت پر ټول افغانستان مسلت ندي او دقانون پلي کول يوازي پر کمزورو سرته رسيږي ،واليان او نور اداري مسؤلين داهليت او وړتيا ترنامه لاندي دتړلو دروازو شاته دتنظيمي اړيکو پر اساس په دندو گمارل کيږي .
دبهرنيانو د پټي لاسوهني له مخي محلي قوماندانان او جنگسالاران چې خپله آينده يو څه تاريکه ويني په مؤقتي شکل خاموشي اختيار کړي هغه دچا خبره خپل وار ته گوري ،او هغوي چې پدي ورستيو کې يې دولتي واک دلاسه ورکړۍ او پر کور ناست دي ،دتنظيمو رهبران او نور داسي کسان چې افغانان يې يوازي او يوازي دڅوکۍ دلاسته راوړلو لپاره وژل ، کورونه او ښارونه يې ورانول په ټول ځواک تلاښ کوي په انتخاباتوکي په هره توگه چې کيږي په پارلمان،ولايتي او ولسوالي شوراگانو کې اکثريت تر لاسه کړي، جنگسالاران او مذهبي افراطيون دپاکستان ،ايران او نورو ليري او نږدي همسايه هيوادوپه لمسون دقدرت او واک دبرمته کيدو لپاره شپه اوورځ هلي ځلي کوي او عملا د در غليو امکانات زيات په اختيار کې لري . دا کار پداسي حالت کې تر سره کيږي چې ښاغلي کرزي بيله څو محدودو کسانو نه پر افغان ولس او نه هم پر هغو ټولنو ،سازمانونو او قومي مشرانو روڼ اندو او تکنو کراتانو چې يوازنۍ ارزو يې دافغان ولس ارارمي او په هيواد کې ددموکراسي پلي کول دي تکيه کوي !!!هغه وعدي چې يې دانتخاباتو په وخت کې له ولس سره کړي وي هغه ټولي هيري شوي، په هيواد کې رشوت،زورزياتۍ ،خپل سرې، واسطه چور او چپاول دبيوزلو دارايي په زور اخيستل ،سبوتاژد هيروینو قاچاق او نور په دوامداره توگه جريان لري او دي ټولو قانو ني بڼه اخيستي . دښاغلي کرزي دپريکړنده سياست د نشته والي له امله دپردي شاته همدا اوس واک دبل چا پلاس کې دۍ د قانون نه سر غړونه او د شخصي او گروپي ارمانو پلي کول يو عادي کاردي. همدا اوس هر وزير ریس جمهور دۍ دمثال په توگه دخوست خلک دخوست په رسمي اودولتي پوهنتون کې د طب دفاکولتي دلغوکولو پرخلاف غوښتنه کوي او غواړي چې دهمدغه پوهنتون په تشکيل کې د طب فاکولته پاته شي ولي دعالي تحصيلاتو وزير نه پوهيږم دکوم دليل او تعصب له مخي ددغي فاکولتي سر ه مخالفت کوي،دومره څوک نشته چې دغه وزير صاحب متوجه کړي. دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير يو کل اختياره او واجب الاحترام شخص گرځيدلي هر څوک چې زړه يې غواړي له کاره گوښه کوي اوبيا پخپل پخواني همکار پسي د مطبوعاتو له لاري چټيات ليکي ښاغلي مبارز صاحب او ښاغلي رهنورد زرياب يې څرگند مثالونه دي دا چې دپښتو ژبي سره چې د اکثريت ولس ژبه ده څومره مخالفت لري ټولو ته معلومه ده په کلک گمان که همدغه وزير صاحب ته يوڅه نور هم ميدان ازاد پريښودل شي دايران اخوندانو مطبوعات او دطالبانو دوخت مطبوعاتي او کلتوري پاليسي به په سترگو پوري رانجه کړو.
دحج او اوقافو وزارت تنها يو چاته دچوکۍ دپيداکولو او يو تنظيم دخوشحاله کولو پخاطر جوړ شو دغه وزارت او دترانسپورت وزارت خبر ؤ چې سږ کال ” 30 ”زره حجيان بيت اله شريف ته سفر کوي لازمه وه چې ددوي لپاره لازم او وړ تر تيبات نيول شوي واي اود دغو حاجيانو چې په هغوپه جمله کې سپين سري ښځي هم وي او دليرو ولايتو نه راغلي وه خدمت او درناوۍ شوۍ واي دهغوي سره ډير ناوړه چلند وشو. دراغلو مهجارو سره نه کومه مرسته شوي او نه يې چا خبر اخيستۍ . دکابل دښار په منځ کې همدا بي وزله او له هر څنه محروم افغانان ښځي او ماشومان دلوږي او يخنۍ نه چيغي وهي ولي ټول مسؤل غوږونه کاڼه شوي دي ايا دا انصاف دۍ ،ځوانان په ښوونځيو او پوهنتونو کيدځينو چارواکو دناوړه کړونو په اساس ناراضه دي ، دمحل قوماندانواوجنگ سالارونه تش په نامه سلاح ټوله شوي ده، ،سوال دادۍ تر 1992کال دثور تر” 8” نيټي وروسته داټوله دولتي سلاح او هغه چې دغو قوماندانانو ته دهغوي بهرنيو پلويانو ورکړي وه ډيره کمه يې دکابل او هيواد په نورو ښاروکي دواک دترلاسه کولو پر سر استعمال شوه دا نوره ټوله پاته ده، له ډير پخوا نه آن د مرحوم ډاکتر نجيب اله دحاکميت له ورستيو کلو نه بيا دطالبانو تر راتگ پوري ډير زياته سپکه او درنه دولتي وسله دافغانستان شمال ته انتقال شوه څنگه يو دم دا ټوله ورکه شوه؟
پدغو کړکيچنو حالاتو او شرايطو کې به ستونزمنه وي چې دهيواد راتلونکي پارلمان ته دي وړ ،لايق، روڼ اندي او مستحق کسان لاره پيدا کړي، دافغان ولس همدا انديښنه ده ، په هغه صورت کې چې په پارلمان کې دمحلي قوماندانانو،جنگسالارو او مذهبي فونډمنټالستانو ، قومي او ژبني تنگ نظره اکثريت تر لاسه کړي دا ډارشته چې همدا دپرديو لخوا ډالۍ شوي نيم بنده دموکراسي به هم له خطره سره مخامخ شي او دولتي حاکميت به پر دوو جبهو وويشل شي چې يو طرف ته به يې ښاغلي کرزي او دهغه نږد پلويان او بل طرف ته د ملي شوري ډيره کې او په حکومت کې ددغو ډلو پلويان . دعدالت د نارو سورو په وهلو او نورو بهانو سره به په دولت کې دهغو پلانو نو او کړونو مخه نيسي کوم چې ديوي مدني ټولني دجوړيدو سره مرسته کوي ، بله بدمرغي داده چې تر اوسه دښاغلي کرزي بهرني پلويان دوه مخۍ سياست پر مخ بيا يې ، ياني هغوي جنگسالار او يا د قرون اوسطا دټولني دشرايطو پلويان چې داسلام دپاک نامه نه دځان اوسياسي واک دساتلو پخاطر استفاده يې عدت دۍ هم نه خوابدي کوي او غوښني اړيکي ورسره ساتي .د داشان دو مخالفو ډلود مقابلو اوزور ازمو يلو تجربي په نورو هيوادوکي هم تکرار شوي دي ډير ناوړي پايلي لري .
سر بيره پردي چې دغي مسلي ته په افغابستان کې ددغه نسبي آرامۍ پلويان بايد جدي پاملرنه وکړي زما په اند که داساسي قانون غلطۍ اوس علل اجاله نشي اصلاح کيداي دانتخاباتو مستقل کميسون د انتخاباتو دقانون ځيني عمده تير وتنو ته متوجه شي او ددي لپاره چې دالمړني انتخابات قانوني بڼه ولري ضروري بريښي چې دملي شوري لپاره انتخابات د څه مودي لپاره وځنډيږي .
هغه ټکي چې دپاملرني وړدي :
دتيرو ترخو تجربو نه په استفاده بايد دانتخاباتو د قانون د” اتمي” مادي له مخي دانتخاباتو دبهير دپر مخ بيولو کارمندان بيطرفه وي دغه هدف ته درسيدو لپاره ديو ځانگړي ميتود نه استفاده ضروري بريښي تر څو يو ځل بيا پخوانيۍ تيروتني تکرارنشي .
د انتخاباتو دقانون يولسمه ماده وايي: دولايت او ولسواليوانتخاباتي حوزي” 120”ورځي مخکښي دولسمشر دفرمان په اساس بايد تعين سي.که ابتخابات په اپريل کې وي خو دا پاته معياد تر ”120”ورځو کم دۍ .
دهمدغه قانون د څورلسمي مادي دوهم بند : دانتخاباتو مستقل کميسون به د کوچيانو ،مهاجرينو ،او په داخل کې دبيځايه شوو او وسله والو قواوو دمنسو بينو لپاره لازمي اسانتياوي برابروي. ايا دا ځل به افغاني مهاجرو ته په انتخاباتو کې دگډون حق ورکول کيږي؟
له هيواد نه بهر افغانان به دکومو انتخاباتي حوزو لپاره وکيلان ټاکي؟
دا چې په يقين سره دافغان ولس دقبول وړ سرشميرنه نده شوي دملي شوري دوکيلانو دا” 249 ” چوکۍ به پر ولاياتو او ولسواليو دکوم معيار له مخي ويشل کيږي ؟ زما په فکرپداشان حالاتو کې به ښه داوي چې بيله دشمير په نظر کې نيولو سره دهر ولايت دمر کزاو هري ولسوالۍ نه يو يو وکيل ملي شوري ته وټاکل سي، دولايتي او ولسوالي شوري لپاره يو تقريبي معيار په نظر ونيول شي .
ددغه قانون د” 15 ”،او””19 ” مادي عملي کول ستونزمن بريښي او زموږ دهيواد په شرايطو کې دا ځل عملي ندي .
دمشرانو جرگي ته دولايتي او ولسوالي شوراگانو له لاري يو يو کس ټاکل کيږي ،او بيا دټاکل سوي کس دخالي ځاي لپاره انتخابات کيږي ددغو انتخاباتبو مصارف او شکل به څنگه وي ؟.
د قانون د” 24” مادي په اساس دمشرانو جرگي ته دريمه برخه غړي چې ټاکل يې دولس مشر په اختيارکي دي علاو پر شخصي معيارو د هغوي لپاره داوسيدو معيار په نظر کې ندۍ نيول شوۍ کيداي شي ولسمشر ټول ديو ولايت او يا ټول د کابل داوسيدونکو له جملي انتصاب کړي .
په ”27” ماده کې راغلي چې ولسمشر دمشرانو جرگي ته انتصاب کوونکو لپاره دسياسي گوندونواو اجتماعي سازمانونو نه غوښتنه کوي ديوي هفتي په دننه کې خپل کانديدان معرفي کړي . دا کار به څومره عملي وي اوس چې ولسمشر پخپله يو ځل دگوندونو د جوړيدو او سياسي آزاد فعاليت د قانوني کولولپاره داحزابو دقانون پلوۍ ؤ او بيشميره زيات گوندونه چې افغان ولس حتي دهغوي دکړنلارو دلوستلو وخت او امکانات هم نلري جوړ شوه او دا دگوندونو دجوړيدو دسيالۍ لړيۍ لا نوره هم روانه ده ،مگر د ولسمشرۍ دچوکۍ دتر لاسه کولو وروسته د سياسي گوندونواو هغوي ته په ټولنه او دولتي چاروکي د ځاي ورکولوپه هکله دښاغلي کرزي په سياست کې دسوړ والي يو څه بدلون ليدل کيږي ، په حکومت کې ښاغلۍ کرزۍ وزيران” ددربارد گوند دغړو نه ” پرته نور ټول هڅوي چې له هغو گوندونو سره خپلي اړيکي وشلوي کوم چې همدغو گوندونواو تنظيمونو دا ښاغلي د وزارت مقام دتر لاسه کولو لپاره معرفي کړي وه . دا به څنگه وي چې ښاغلۍ کرزۍ صاحب به د سياسي گوندونو نه ملي شوري ته دغړيتوب لپاره کانديدان وغواړي ؟او که هدف يوازي په اصطلاح جهادي تنظيمونه وي فکر کوم پدغو شرايطو کې دهغوي لاس اوسنې حاکميت او دهغوي بهرنيو پلويانو ترهر چا بر کړي دۍ ،اوکه ښاغلي کرزۍ له هغوي نه بياهم دنورو کسانو دمعرفي کيدو غوښتنه وکړي دا دامانا لري چې انسان خپل قبر پخپله ځان ته کيني .
دقانون په اساس له هر ولايت نه بايد دوي تني ښځي ملي شوري ته ولاړي شي سوال دادۍ په هغو ولاياتو کې چې باسواده ښځي نه وي لکه ارزگان ،دايکنډي او نور ولايتونه او ولسواليۍ هلته په ملي شوري ،ولايتي او ولسوالي شوراگانو کې د ښځو استازيتوب څوک کوي ؟
ددې ليکنې پاتې برخې لوستلو لپاره دلته کښېکاږئ >> ",راتلونکې ولسي جرګه او د افغان ولس اندېښنې
924,حبيب الله غمخور,"
دقانون په 21 مادي په دوهم بند کې راغلي : هيڅوک حق نلري تر يوي انتخاباتي حوزي زيات ځان کانديد کړي.ولي دهمدغه قانون د ديرشمي مادي په شپږمه فقره کې بيا داسي لولو:دولسي جرگي لپاره کانديدان په عين وخت کې کولاي شي د ولايتي او ولسوالي شوري لپاره هم ځان کاندي کړي ، ولي نشي کولاي په يو وخت کې دواړي څوکيۍ خپلي کړي .گرانو لوستونکو زما خو سر پري نه خلاصيږي ،لمړۍ دا چې دا دواړي يوه انتخاباتي حوزه ده او که دابله ؟. دوهم دا ايا اوسنۍ حاکميت په دسړو کمۍ دۍ او يا دا ښاغلي خوشحالوي که دملي شوري وکيل نشوي نو دولايتي يا ولسوالي شوري غړۍ خوبه حتمي کيږي ،ځکه کله چې يو کس په درو ځايو کې د کانديد کيدو امکان ولري طبعي ده چې دري نه لس ځايه ځان کانديده وي . زما په اند داپه دولتي واک کې دډيرو افغانانو د گډون مخنيوۍ دۍ . او دا دواړي مادي يو دبل سره کوم منطقي تړاو نلري .
که د انتخاباتو قانون دقيق ولوستل شي هغوي چې په دحقوقو پوهيږي دابه ورته څرگنده شي چې دا قانون څومره بيمورده پړسول شوۍ دۍ او د څومرو خاليگاوو سره بياهم فيصله شوۍ دۍ خو اوس زما دليکني موخه د قانون دقيقه څيړنه نه بلکه دملي شوري دانتخاباتو دپايلي په هکله دافغان ولس انديښني دي .
ک دوجدان له مخي قضاوت وکړو دولسمشرۍ دټولټاکنو لپاره هم هغه کميسون دچارواکو او بهرنيانو چې په انتخاباتو کې يې پيسي مصرفولي او يا يې سياسي علاقه لرل چې ډير ژر او پر هغه وخت چې دوي غوښتل انتخابات وشي په عجله او زياتو خپل سريو ټولټاکني تر سرهکړي که کوم چا دکوم کانديد دخوشحالۍ لپاره هم کومه غلطي کړوي وه زه به چې نور خفه نشي ښاغلي کرزۍ مثال راوړم ځکه تر ټولټاکنو وروسته هغو چې ټاکني يې بايلي وي ويل چې هر څه کميسون د ښاغلي کرزي په گټه سرته رسول ،ولي نه پوهيږم چې ولي داټولو هيره کړي وه او افغان ولس ته يې په ټيټه ستر گه کتل ؟ او فکر يې کاوه چې افغانان به په دغه برخه ليک ټاکونکو شرايطو کې بيله کرزي نه بل چاته رايه ورکړي ،ځکه بل چاته چې خلکو رايه ورکولاي بيانو ضرورت څه ؤ چې لمړۍ دطالبانو توره او دووحشت دوره وزغمي او بيا تر هغه وروسته د امريکا د بي ”52” الوتکو بمباري د درنو وسلو استعمال او افغان وژنه ؟، ددغو له جملي نه چې ځانونه يې کانديد کړي وه د ښاغلي مرحوم ډاکتر نجيب اله پر ضد د امريکا پاکستان ،روسي ، ايران او عربي نړۍ په مرسته کودتا وکړه په افغانستان کې يو ځل دحکميت آس ځغلولۍ ؤ خو دهغوي دکارو پايله وه چې دافغان ولس غميزه دومره اوږده شوه چې اوس يې ټول دخلاسون لاره لټوي .
دادی اوس بيا د ملي شوري او نورو شوراگانو لپاره ټاکني کيږي ،له بده مرغه دهمدغه نيمگړي دانتخاباتو د قانون په اساس هغه دولسمشرۍ لپاره کارتونه دلته هم بايد وکارول شي چې زما په گمان دا کار به يو لړ رښتنۍ ستونزي را منځته کړي .
لومړی ــ زموږ دهيواد لوي اکثريت نالوستي او غريب خلک دي که څه هم دامريکا غږ او ازادۍ راډيو گانو زيات تبليغ کاوه چې گورۍ دا کارتونه ورک نکړۍ اوښه يې وساتۍ چې بيامو دملي شوري دا انتخاباتو لپاره پکاريږي خو زموږ ولس چې د خپل هيواد پر سياسي استقرار کوم ايمان نلري او يا ډيرو زياتو به يا اصلا هغه وخت په ټولټاکنو کې گډنو نه وي کړي او يوشمير به يې تر ټاکنو وروسته کارت ياورک کړۍ او يا چيري ايښي وي چې اوس يې پيدا کولانشي ، په پر مخ تللو هيوادو کې دا ستونزه شته ځکه يوه هفته تر ټاکنو مخکښي درايو کارتونه ليږل کيږي ، او ډير يې په ټاکنو کې دټولو تبليغاتو سره سره برخه نه اخلي . ماد سويډن دهيواد دپارلمان او اروپاد پارلمان په ټاکنو کې رسمي دنده درلوده ماته معلومه ده چې حتي دلته هم چې هر څه شته ارامې او واقعي ډيموکراسي بيا هم زيات شمير دمخ پر انکشافه هيوادو را غلي مها جر په انتخاباتو کې برخه نه اخلي په افغانستان کې خو دا مشکله ده چې يو نالوستي سړي دي چې تر اوسه پدي نه پوهيږي چې درايو ورکولو ارزښت په څه کې دۍ کارتونه دي ساتلي وي .
وړانديز مې دادۍ چې لمړۍ د انتخاباتي حوزو شمير زيات شي او دوهم يو معين داسي کارت جوړسي چې دهغه جعلي جوړه ونه ستونزمنه وي او يوازي د انتخاباتو دکميسون دغړو له لاري په هغه ورځ رايه ورکونکو ته ورکړه شي چې صندق ته يې درايي ورکوني لپاره اچوي ، دکميسون غړي دي درايه ورکوونکي نوم دي درايي ورکولو په وخت کې ثبت کړي .
دوهم ــ درايو ورکولو وخت بايد له يوي ورځي نه دوو يا دريو ورځو ته اوږدشي تر څو خلک وکولاي شي دليري ځايو نه راسي او په رايه ورکولو کې برخه واخلي .
دريم ـــ دکانديدانو دنومونو دلست تر تيتب دا دپرمخ تللو ټولنو په شرايطو کې عملي ده پداسي ټولنو کې لکه افغانستان ښه خبره داده چې په هر انتخاباتي حوزه کې دهر کانديد لپاره ځانگړي صندوق کښيښودل شي او پر هغه يوازي دهغه لوي عکس و مښلول شي . پدي بايد خوابده نکړو چې متاسفانه زموږ په هيواد کې تر اوسه لا استحقاق او وړتياته رايه نه ورکول کيږي ، بلکه يوازي او يوازي ځانگړي کس ته چې رايه ورکوونکۍ يې پيژني رايه ورکول کيږي .
پدي صورت کې به دا غلط فهمي هم ورکه شي چې گويا نالوستو او هغو ته چې دکوم کانديد نښان او علامه يې نه پيژندل دکارت دخانپوري کولو په وخت کې دانتخاباتو دکميسون کارمند دهغه پر ځاي کارت خانه پوري کړۍ او يا يې دگوتي په اشاره وروښودل چې کوم کس ته رايه ورکړي .
د اساسي قانون د ” 85 ”مادي په اساس دملي شوري غړيتوب لپاره کانديد پر نورو شرطونو سربيره دالاندي صفتونه هم بايد ولري :
دافغانستان تبعه وي يا لږ تر لږه دکانديديدو يا تعين تر نيټي لس کاله پخوا يې دافغانستان ددولت تابعيت تر لاسه کړيۍ وي .
د محکمي لخوا دبشري ضد جرمونو ، د جنايت په ارتکاب محکوم نه وي او يا له مدني حقوقو څخه محروم شوۍ نه وي . او داسي نور ....
لومړی ــ دملي شوری دکانديد کيدو لپاره ولي ددوه گوني تابعت مسلي ته اشاره نده شوي ،يو څوک به چې د بل بهرني دولت تابعيت هملري له بهرنيو هيوادو څخه راځي او په افغانستان کې به دملي شوري لپاره ځان ټاکي کله چې يې دوکالت دوره پاي ته ورسيدل ارام به دوباره بهرني هيوادد ته درومي دا چې په ملک او يا دده پر پخوانيو مؤکلينو څه تيريږي هغه په ده پوري اړه نلري . پر ځاي به وي چې دملي شوري ولايتي او ولسوالي شوراگانو لپاره دعدالت او انصاف پر اساس هغه څوک کانديد شي چې په هيواد کې دننه دایمي استوگن وي نه دلويديز نه راغلي ميلمانه .
ددرو واړو شوراگانو دکانديد کيدو يو له عمده شرطونونه بايد په محل کې حد اقل پنځه کاله دایمی اوسيدل وي ،نه دا چې له بهر نه راغلي کس او يا لکه دپخوانيو رژيمونو په دود ښاغلۍ يا اغلي په کابل ،ننگرهار ،مزار شريف يا هرات کې اوسيږي ولي کله چې دمقام خبره شي بيانو پدي نامه چې يا هلته زيږيدلي او يا هلته کومه خپلوي لري دهغه ځاي د اصلي اوسيدونکي په عوض کانديد شي.
دوهم ـــ څرنگه چې ملي شوري يو تقنيني ارگان دي او هميشنۍ مشغولتيا يې دقوانينو ، فرامينو ،لوايحو او ددولت له داخلي او بهرني سياست سره ده لازم او اړينه يې بولم چې دولسي جرگي غړۍ بايد سواد ولري ،غير له هغه به نوموړۍ وکيل صاحب ديو بل چا دنظرياتو او عقايدو ښکار وي .مشرانو جرگي ته کيداي شي سپيڅلي قومي مشران ،بي پري ديني عالمان او وطنپرسته روڼ اندي راشي .
دريم ــ د اساسي قانون په يو اتيايمه ماده کې لولو : دافغانستان داسلامي جمهوريت ملي شوري ،دستر تقنيني اورگان په توگه دخلکو د ارادي ښکارندويه او دټول ملت نمايندگي کوي . دشوري هر غړۍ درايي دڅرگندوني په وخت کې د افغانستان دخلکو عمومي مصلحتونه او ستر ي گټي دخپل قضاوت محور ټاکي .
هغه اشخاص چې دتنظيمي ،سياسي او نظامي گټو دساتلو پخاطر يې انسانان وژلي،کورونه او ښارونه له خاورو او کنډوالو سره يو شان کړي کيداي شي ملي شوري ته ځان کانديد کړي ؟
دولسمشر نطاق ښاغلی جاويد لودين د بي بي سي سره په مرکه کې چې په افغانستان کې دبشر دحقو قو مستقل کميسو ن رپوټ چې ښاغلي کرزي صاحب ته يې وړاندي کړي ؤ د خبر لوڅ دپوښتني په ځواب کې وويل : موږ د بشر دحقو قو د دمستقل کميسون راپور تایدوو ولي تر څو چې ديو شخص په هکله محکمه فيصله ونکړي هغه کس مجرم نه شميرل کيږي ،دا قانوني او معقوله خبره ده ،ولي دافغانستان دکړيدلي او ربړيدلي ولس غوښتنه دداشان پيژندل شووکسانو فوري محکمه نده ځکه پدي ښه پوهيږي چې څوک به څوک او څرنگه محکمه کړي ؟ ټولو پدي ملک کې گلان ندي کرلي . ولي دانسان او يو افغان په صفت يې دا غوښتنه پر ځاي او اانساني ده هغه چا چې تر نورو يې زيات وژلي او يا يې زياتي خرابۍ کړي او همدا اوس هم پر هيڅ صرفه نه کوي که کومي محکمي ته نه معرفي کيږي نو دواک اود داشان صلاحيتونو لرونکي مقامو لکه شوراگاني بايد ددوي له شر او مداخلي نه په امان کې وساتل شي. دفغانستان خلک دا فکر هيڅکله نه کوي او نه هم پردي عقيده لري چې داسي يوه محکمه دي دايره شي چې هلته بيله کوم امتياز او تعصب نه دبشر پر حقو قو ټول تيري کوونکي محاکمه شي . همدا اوس هم ډير څيړونکي پدي عقيده دي چې دا تبلغات دهغو کسانو پر ضد کيږي چې زموږ دهيواد د چارواکو خوښ ندي او دهغوي بهرني پلويان لکه څنگه چې ليدل کيږي هم علاقه نلري دداشان خلکو سره گډه ژبه پيداکړي . او که حقيقت ته راشو زموږ په هيواد کې هره لحظه دبشر حقوقو او دانسان مقام ته په ټيټه سترگه کتل کيږي . داچي يو په کور کې په ساړه ژمي دگرمۍ نه شکايت کوي او بل همدا شان انسان او افغان بيا دخپلو وړو ماشومانو سره دکابل دښار په هغو واټونو کې چې چارواکي يې خپلو گرمو کورو اودفترو ته دتگ اوراتگ په وخت کې ويني د يخنۍ او لوږي نه يې چغي تر اسمانو رسيږي او غربي راډيو گاني يې هر ورځ راپور تاژونه ، ددوي ژړاوي او فريادونه نشروي ، ولي افسوس چې دچارواکو دموټرو سيښي له يوي خوا توري او له بلي خوا دومره پنډي دي چې دخوار او غريب اواز او چيغي ددوي غوږو ته نه رسيږي !!! په سلهاوو داسي ناخوالي دننه ددي هيواد په پلازمينه کې هر ورځ تکرا ريږي چې قلم يې ليکلو ته عاجز دۍ .
پر دا ټولو ناخوالو سر بيره داوسنيو چارواکو او په ځانگړي توگه له ښاغلي کرزي صاحب نه د افغان ولس غوښتنه دا ده چې دخپلو هغو دوستانو په وسيله چې ده ته داعتماد وړ دي ځان دافغان ولس په حال خبر او پريکړنده گامونه اوچت کړي .
د راتلونکي پارلماني ټاکنو په هکله تر هر چا زيات ولسمشر زيات مسؤليت لري ، دملي شوري او نورو شوراگانو د ټاکونو دانتخاباتو د قانون بايداصلاح شي تر څو په نتيجه کې هغو کسانو ته دملي شوري لپاره د ځان دکانديد امکانات برابر نشي کوم چې يو ځل بيا دا هيواد د اولسمي پيړيود شرايطو په بد بختيو کې په مختلفو نومو نو او بهانو لاهو کوي . اوس چې افغانانو له اوږدو جگړو او تر خو تجربو وروسته يو ځل بيا د دموکراسۍ دپلي کولو او پارلمان د جوړه ولول هوډ کړۍ دافغان ولس اوپه هيواد کې د متمديني ټولني د جوړيدو دښمنان او هغوي چې دټوپک په زروتر لاسه کړۍ واک يې دلاسه ورکړۍ په رنگا رنگ دسيسو او بهانو سره دليونو په شان تلاښ کوي تر څو په پارلمان کې اکثريت ترلاسه کړي او دموکراسي له جدي خطر سره مخامخ کړي . پر ولسمشر ، ټول ولس او روڼ اندو ده پارلمان ته خپل رښتيني استازي چې د تجربي ،پاکۍ او علمي پوهي خاوندان او هغه کسان چې دتمدن او افغانستان داسي بيارغاوني سره کوم چې وکولاي شي دنړۍ دنورو هيوادو سره په هره برخه کې سيالي وکړي مخالفت ونلري ملي شوري او نورو شوراگانو ته وټاکي ،زموږ راتلونکي وکيلان بايد په هر لحاظ د افغان ولس استازي توب وکړي او دا خپله ايماني دنده وبولي چې دا هيواد په هر شکل چې کيږي له دغه شاته پاتي والي ،سياسي او اقتصادي غلامۍ نه خلاص شي .
حبيب الله غمخور _ مالمو ( سويډن )
",راتلونکې ولسي جرګه او .. دوهمه برخه
925,سويډن ( دوستي فرهنګي ټولنه ),"
٧ فبروري ٢٠٠٥ سويډن
پدې وروستيو شپو او ورځوکي د افغانستان داسلامي جمهوريت دچارواکو د خبر تيا نه پرته دټولو نړۍ والو نورمونو او قبول شو قوانينو خلاف دبهرنيانو لخوا زموږ دپاکي او سپيڅلي خاوري پر هوایی حريم دادوهم ځل لپاره بر بنډ تيرۍ کيږي او پر خپل سر په آزاد لاس د کوکنارو پر کروندو دهوا له لاري زهر جني دوا گاني شيندي .
په افغانستان کي ټول دسالم عقل او انديښني خاوندان دنشه يي توکو او کوکنارو د کر کيلي ،تجارت ،او ترانسپورت سره مخالف دي . که څه هم ددي انسان دښمنه بوټۍ کرل زموږ په غم ځپلي هيوادکي دکورنې جگړي او ناورين په جريان کي دهمدغوبهرنيانو په هڅونه او حمايه تر دغه سر حده راورسيدل .
دا پنځه کاله کيږي چي افغان ولس دوچکالۍ په منگولو کي را گير ؤ ځکه نو بزگرانو د هيروئنو دقاچاقبرانو او مځکو دخاوندانو د غوښتني په اساس دکوکنارو کرلو ته مخه کړي وه ، کروندگرو ددغه کوکنارو دحاصلاتو نه د ومره گټه نه پورته کول خو دفاميل دغړو لپاره دخوړو ،لباس او درملودپيداکيدو پخاطر مجبور ؤ چي دقاچاقبر او مځکي دخاوند فرمايش ومني .اوس چي له نيکه مرغه بهرنيان او په ځانگړي توگه امريکاخپلي تيروتني ته متوجه شوي او غواړي دکوکنارو بوټۍ له ريښي ورک کړي اړينه بريښي چي د افغانستان سياسي استقلال ته ددرناوي په سترگه وکتل شي ، سره له دې چي پدي هر څوک پوهيږي چي زموږ دتوره بخته اوس بهرنيان په ازاد لاس او بيله پوښتني څه چي يي زړه غواړي سرته رسولاي شي .ولي فکر کيږي چي داشان بربنډ تيري او خپل سري به دافغان ولس دصبر کاسه ډکه کړي او له دغه حالت نه به يو ځل بيا ددموکراسۍ او سولي دښمنان گټه پورته کړي او دهيواد دانيم بنده سوله ايز حالت به له ستونزو سره مخامخ کړي .
د افغانستان حکومت دنده لري دهغو وعدو سره سم چي دنړۍ والو سره يي د نشي توکو دله منځه وړلو په هکله کړي دکوکنارو دکښت ، توليد او تجارت پر خلاف په کلکه مبارزه وکړي ،بل هيواد هيڅ حق نلري دافغانستان د حاکيميت دغوښتني پرته زموږ پر کروندو دکوکنارودکښت دله منځه وړلو پر ضد دهوا له لاري درمل وپاشي .
کله چي دننگرهار دولايت په ځينو سيمو کي امريکا دکوکنارو د کښت پر ضد بيله د افغانستان ددولت له اجازي نه پر کروندو دوا وشيندل شوي وه لمړۍ يي انکار کاوه خو وروسته يي ومنل ا وعده يي وکړه چي بيا به دا شان عمل نه تکراريږي ،اما نه پوهيږو چي دامريکايي چارواکو څخه ولي خپله وعده هيره شوه ؟ او دادۍ يو ځل بيا يي دهلمند ولايت په مربوطاتو کي د کوکنارو پر کروندو د کوکنارو پر ضد دالوتکو په مرسته دوا شيندلي چي پايله يي په ننگرهار او هلمند کي دماشومانو ، پټکي او نفس تنگي نا روغۍ دي . ددغو ناروغيو دپيدا کيدو او هوا دککړتيا مسؤليت څوک په غاړه اخلي؟ امريکايي چارواکي بايد دافغانستان اوسني دولت او خپلواکۍ ته ددرنښت په سترگه وگوري ،دامريکا مرستي دافغان ولس سره بايد له ددغه غمجن او زړه بوگنوونکي حالت نه دافغان ولس دخلاصون په منظور وي نه داچي هر څه يي زړه غواړي پر خپل سر سرته ورسوي ..
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولنه په کلکه غوښتنه کوي :
۱/ هيڅ بهرنۍ دولت دافغان ولس ددغه بيوزله حالت نه دخپلو سياسي او اقتصادي غرضونو او گټو دپورته کولو په خاطر ځان ته دا حق ورنکړي چي دافغانستان پر هوايي حريم پر خپل سر تجاوز او تيرۍ وکړي .
۲/ دافغانستان اوسنۍ حاکيميت د هيواد داوسيدونکو په خوښه ټاکل شوي دهيواد سياسي ،اقتصادي او فرهنگي سرنويشت يي دهمدغي اداري پلاس ورکړي ځکه نو دغه دولت ته دبهرنيانو لخوا احترام نه کول دافغان ولس سپکاوۍ بريښي .
څرنگه چي دافغانستان پر هوايي حريم کنترول دامريکا پلاس کي دۍ دامريکا هيواد دنده لري زموږ دهيواد له هوايي حريم نه دفاع وکړي ، بيله دافغانستان ددولتي چاروکو له اجازي او خبر تيا نه پر خپل سر دامريکايي الوتکو راتگ هم پدي کي شامل دۍ .
۳/ په کوکنارود کرل شو کروندو اړونه دافغانستان ددولت مسؤليت او دنده ده هيڅ يو بهرنۍ هيواد حق نلري دهوا له لاري دزهر جنو دواگانو په پاشلو چي پايله يي د ډول ډول ناروغيو او چاپيريال ککړتيا ده لاس پوري کړي . هغوي دنده لري د هيروينو دقاچاقبرانو په مقابل کي د خپلو هيوادو پول ټينگي وتړي او په خپلو هيوادو کي د هغو کيميايي موادو توليد په ټپه ودروي کوي چي دهغوي په مرسته هيروین جوړيږي .
۴/ دافغاني چارواکو نه غوښتنه کيږي امريکايي او نور بهرني چارواکي دډيپلوماتيکو کانالو له لاري ددغه شان کړنو بدو عواقبو ته متوجه کړي ،او له هغوي نه په کلکه غوښتنه وکړي بيله دافغانستان دحکومت له خبرتيا او اجازي نه په هر نامه او شکل چي وي دهر ډول کړني نه ډډه وکړي .
۵/ هر هغه هيواد چي په ننگرهار ،هلمند او بله هر منطقه کي يي دکوکنارو دکښت پر ضد دزهرجنو درملو شيندل سرته رسولي ددغو درملو څخه دراپيدا شو ناروغيو او هوا دککړتيا تاوان افغانستان د ته ورکړي او ډير عاجل په دغو منطقو کي ددوي په مالي لگښت دا ناروغانو ددرملني لپاره گړندي کارونه سرته ورسيږي .
دټولو نړۍ والو نورمو نو پر اساس دا دددغو منطقو د اوسيدونکو مسلم حق دۍ که څوک دوجدان په اساس ددغه حق پلوۍ وي بايد دا تاوان ورکړه شي .
هيله مو داده نړۍ وال دټول زور او طاقت سره سره زموږ ولس اوگراني خاوري ازادۍ ته ددرناوي په ستر گه وگوري .
",د دوستۍ فرهنګي ټولني اعتراض ليک
926,اتل _ هالنډ,"
دهالنډ څخه د ( اتل ) رالېږنه
په خوښۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هيواد د پښتو ادب په بڼ کي يو بل ګل هم وټوکېد .
له ښکلي لغمان نه مو د ( الينګار ) په نامه يوه درې مياشتنۍ تر لاسه کړه .
الينګار د لغمان ولايت په زړه کي د هغې ښکلي درې نوم دی چي په خپله غېږه کي يې د پښتو ادب په لسګونو خدمتګاران روزلي او ټولني ته يې ډالۍ کړي دي .
په دغه ښکلي دره کي د هيواد پياوړو اديبانو او شاعرانو لکه ارواښاد اسحق ننګيال ، شهسوار سنګروال ، محمد اسمعيل يون ، عزيز تحريک ، صديق کاؤ ن ، محمد علم حيران عبدالرحمن الينګاري او داسي نور
په نوموړې دره کي به داسي څؤک کم ووينئ چي د هنر سره اړيکه ونه لري ، او يا يې يو وار ځان په شعر ويلو نه وي ازمويلی . د نورو شاعرانو شعرونه او لنډۍ خو په دې سيمه کي د هر چا ښې پريمانه له ياده زده دي .
د حيرانتيا خبره خو دلته وه چي په داسي سيمه کي چي هر وګړی يې د هنر مينه وال او هنرمند دی ، ولي تر اوسه يوه سيمه ايزه خپرونه _ نه لري ؟
زما په آند خو ددې سيمي د فرهنګيانو د پراخ نظر څرګندويې کوي چي هيوادپالنه تر سيمه پالني لوړه ګڼي ، او وګړې يې ځانونه خپلي سيمي پوري نه محدودوي ، خپله پوهه او ځواک د هيواد په کچه په کار اچوي ، نه د سيمي .
له نېکه مرغه د هغې اړتيا له مخي چي په دې سيمه کي د تنکيو استعدادونو د غوړېدلو له پاره ليدل کېده ، د سيمي ځوانو فرهنګيانو وپتېيله چي د ( الينګار ) په نوم يوه ښکلې مجله له چاپه راوباسي او همداسي يې هم وکړه .
د نوموړي خپروني د امتياز خاوند ښاغلی محمد سعيد الکوزی او مشر يې محمد حنيف الکوزی د خپروني مسول مدير يې ښاغلی محمد نادر مخور او مرستيال يې ښاغلی ډاکټر شفيع الله باران دی .
موږ يې قدم د پښتوادب په بڼ کي پر نېکو نيسو ، خپروونکو او لوستونکو ته يې د پاک خدای له درباره د پوره حوصلې او برياوو غوښتونکي يو .
( الينګار ) په اروپا کي د هغې له استازو څخه په لاندي پتو لاسته راوړلای شئ .
Hanif Alekozaiانګلستان
Add: A Richmond parade Brighton
England, UK
E mail: haneefalkozai@hotmail.com
Tel: ( 0044) 7789813276
Holland: Agha saidهالنډ
Add: Amsterdamsestraatweg 338
3551 CV Utrecht
e Mail: enqalab@hotmail.com
Tel: (0031 ) 0645592753
",د لغمان ولايت ( الينګار ) درې مياشتنۍ خپرونه
927,,"
",
928,سورغر توخى,"
په سعودي عربستان کې دکورنيو چاورووزارت پرون اعلان وکړ چي دغو دو تنو پاکستانيانويوه زياته اندازه هيروئين په خپلو کولموکې دقاچاق په ډول سعودي عربستان ته ليږدولي وه .
ددغو دوتنو دمحکمي تر بشپړ کيدوورسته دجدي په ښار کې يې سورنه غوڅ کړل شول .
ديادونې وړده چي دميلادي کال دپيل څخه بيا تر دې دمه دنشه يي توکود قاچاق په جرم په سعودي عربستان کې د١٢ تنو سرونه غوځ کړل شوي دي .
په سعودي عربستان کې پر پت او عزت باندي دتيري ،وسلواله غلا او دنشه يي توکودقاچاق و مرتکيبينوسرونه په عام محضر کې غو څيږي .
په سيمه کي ځايي خبريال : سليم خان سليم
",ددوتنو پاکستانيو سرونه غوڅ کړل شول
929,سورغر توخى,"
دزابل ولايت دي سيمه يزي راډيو پرون په خپرونو پيل وکړ چي ددې سيمه يزي راډيو دستګا دايتلافي پوڅونوپه مرسته په دې ورسيتو کې ددغه ولايت داطلاعاتو اوکلتوررياست ته ورکړل شوې وه چي داطلاعاتو او کلتوررياست دکارکوونکوله خوا پر ون منتاژ او ودرول شوه .
داراډيو په ٧٨٠٥ ميګا هرتزپه څپو سر فعاليت پيل کړ ى دى او خپرونې يې تر ٢٥ کليوميترۍ پورې واټن تر اغيز لاندي نيسي ، او په ورځ کې به ددې راډيو نشرات تر څلوروساعتوپورې دوام مومي .""
ديادونې وړ ده چي په زابل کې له ٢٦ کلن ځنډوروسته دا راډيو په خپرونو پيل کوي
او ٢٦ کاله وړاند يه نوموړي ولايت کي يوې سيمه يزې راډيو خپرونې کولي چي څپي دګاونډي هيواد پاکستان تر کوټي او لورلايي (بوري ) پورې رسيدې چي وروسته ددونيمو لسيزو دجګړوپه اخ وډب کي له فعاليته ولويده ", داد زابل راډيو ده
930,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٠
کابل : د اطلاعاتو و کلتور وزير سيد مخدوم رهين د باختر اژانس لپاره د نوي مشر اعلان وکړ .
سيد شفيع راحل به اوس د دغۀ دولتي خبر ورکوونکي اژانس مشري کوي .
تر دۀ وړاندې د پخوانيو مجاهدينو يو غړی توحيدي پر همدې ګدۍ ناست و .
",د باختر اژانس نوی مشر وټاکل شو
931,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٠
کابل : له لوګر څخه رارسيدلي خبرونه ښيي جې سختې يخنۍ او ورسره تړليو ناروغيو په دغۀ ولايت کې ٤٠ ماشومان وژلي دي .
د افغانستان د کورنيو چارو د وازرت وياند لطف الله مشعل نن ( سه شنبه ) په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه ماشومان د تور ټوخي او دې ته ورته نورو هغو ناروغيو له امله وژل شوي چې له سختې يخنۍ پيدا کيږي .
تر دې وړاندې د غور ، دای کنډي او ارزګان په ولايتونو کې هم د سختې يخنۍ له امله د ماشومانو د مړينې خبر ورکړل شوی و . ",يخنۍ په لوګر کې ماشومان وژلي
932,,"
",
933,محمد يوسف هيوادوست,"
محمد يوسف هيوادوست او فيضيه هوسا د(خپلواکۍ ) له ادارې څخه :
د (( دعوت )) د منلې خپرونې د شپاړلسم کال بختور جشن دې مبارک شي",(( دعوت)) د جلا وطنه افغاني ژورنالیزم ځلانده ستوری
934,فضل الرحمن کټوازی _ کوريا,"
فضل الرحمن (کـټوازی) سهيلي کوريا
ګرانو هيوادوالو محترمو ژبپوهانو او ټولودرنوپه وطن مينو فرهنګيانو ته خپل تاوده سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم.
الله دی وکړي چه ستاسي هغه هڅي او کړاونه چه دپښتو ژبي دپراختيا او ودې لپاره يې کوئ ثمر ومومي . ويل شوي دي چي ( دفطرت دښمني کول خپل ځان له مينځه وړل دي) هرچاچي دافغانستان دفطرتي ټولني سره لوبي کړي، او هرچاچي داژبه صرف دخپلو سياسي لاس ته راوړنو لپاره استعمالوله په خپله يې ليک او لوست خو پرېږده خبري هم نشوای کولای .ځانونو ته به يی دپښتنو ميندواوپلرونو اولادونه ويل خو اړيکی به يې دخارجي کورنيو سره وی ، داسی روغ ليوني يا خو دهمېش لپاره له منځه ولاړل او يا اوس صرف په نامه ياديږی .
خلک وايي فلاني دپښتنو لپاره خدمت کړی و چي پښتويې ملي او رسمي ژبه کړه زه وايم داهرڅه ناسم دي هيچاهم دپښتو لپاره په راستي خدمت نه دی کړی.
ولي دقاطع امر له لاري داژبه رسمي نه شوه ؟ څنګه چه ما مخکی هم ووويل دابې معنی هڅي صرف دسياسي لاس ته راوړنو لپاره کيدې .
چه په ادارو کي رسمی نه وي نو ملي يعني څه ؟
په لويه جرګه کي ځينو ښاغلو وروڼو دملي کولو لپاره نارې وهلې خو زما په نظر دملي کېدو څخه يې هم عملي رسميت ډيرمهم دی.
زه د ولسمشر حامد کرزي څخه يو واري بيا ددې ليکني له لاري جدي غوښتنه کوم چه پښتو دي په عمل کي دافغانستان رسمي او دفتري ژبه کړي او ټولو وزارتونو ته دي فرمان صادرکړي چي په اداري چارو کي بايد د دواړو ژبو سره انصاف ووشي ، او انډول دي يې وساتل شي .
دنوي کهول په استازيتوب زما داغوښتنه په دې معنی نه ده چي زه دي خداي مه کړه ددري ژبي سره مخالفت کوم ،هغه هم زما خپله ژبه ده ليکن د دا دريو لسيزو جګړو افغانان بيلا بيلو هيوادونو ته مهاجر کړل څوک ايران څوک پاکستان او څوک غربی نړۍ ته ، زموږ په دې مهاجرينوهيوادوالو کي داسي ځوانان هم شته چي هغوی دوکتورې ترلاسه کړي دي ليکن په ايران کي لوی شوي چي په پښتو ليک لوست کي ستونزي لري ، او څوک چي په پاکستان کي لوی شوي هغه بيا په دري نه پوهيږي، يو کال مخکي ما ديوه سياست پوه افغان ځوان سره وکتل هغه راته وويل چي زما په دې هيواد کي ځای نشته ماورته وويل ولي ته خو دوکتوره لرې ؟ تاته افغانستان ضرورت لري هغه راته وويل چه زه کله دمامورپه حيث په ډيرمشکل سره ديوه وزارت مامور شوم ،نو ډيرخوشحاله وم چه اوس به زه خپل ګران ټاټوبي ته دمصدر خدمت ګرزم.
په اوله ورځ چه وزارت ته ولاړم نو مديرصاحب راته وويل چه راشه ځوانه اول خو داراته ووايه چه دوکتوره دي په څه کي راوړې ده ؟ ماورته وويل چه په سياست کي هغه راته وويل چه وارده او صادره دي زده ده ماورته وويل چه نه ، خو زده به يي کړم.
مديرصاحب راته وويل چه ما په شلو کلونو کی زده نه کړه ته به يي دومره ژرڅنګه زده کوې.
بيايې راته وويل چه مکتوب ليکلاي شې ما ورته وويل چه بلې په پشتو کي مکتوب ليکلای شم هغه راته وويل چه په پښتو کي نه ، زه ددفتري ژبي په هکله ځواب غواړم يعنی دري ماورته وويل چه په دري پوهيږم ويلای يې هم شم ليکن مکتوب نه شم پرې ليکلای هغه راته وويل چه دوزارت نه دراتلو نه مخکي بايد تا دري زده کړې وای.
که داسي قسم حالات وي او حکمراني صرف دهغو مامورينو وي چي يوازي دمکتوب دليکلو او وارده او صادره زمری و ، نو ګمان مي نه راځي چي دولت دي دافغانستان نوي نسل ته کوم خدمت وکړي او يا به نوي نسل وطن ته راشی.
زه ديوه بااحساسه افغان په حيث داوايم چه دځوانانواو دنوي نسل لپاره دوزارت دجوړيدو څخه هم ښه داده چه دوی ته دکار موقع ددوی په مورنۍ ژبه ورکړه شي ، او داسي يو کميسيون جوړکړای شي چي ددواړو ژبو سره دانصاف په موخه په ټولو دولتي ادارو کي يې درسميت نظارت وکړي.
دې لویي او مهمي مسٌلې ته که دولت په ځيرکتيا غور ونه کړي اوسر داوسه يې دمخنيوي لاري چاري پيدانه کړي، خدای مه کړه دا سيمه به په راتلونکي کښي زمونږ ګاونډي هيوادونه دخپلو شومو مقاصدو لپاره استعمال کړي ، ولي چي دوی به دهيوادونو د کلتوري ديپلوماسۍ Cultural Diplomacy تر عنوان لاندي خپلي پاليسۍ جوړي کړي اوجوړوي يې، ترڅو ددي نزدېکت له لاري خپل سياست او ملي ګټی خوندي کړی.
زه دپښتو ټولني دټولودرنو پوهانو اوبااحساسه وروڼو څخه هيله کوم چي دخدای لپاره دپښتو ژبي څخه اوښ مه جوړوی لکه په پخوا وختو کي به دنوي ترمينالوژۍ په وجه خپل او پردي شيانو ته خپل دځانه جوړشوی لفظونو اختراوي کيدې دمثال په توگه دراډيو په (ږغ دبلي) يو شی چه مونږ جوړکړی نه وی نو زما په اند دا به انصاف نه وي چه دهغه شي نوم دي مونږ بدل کړو که اسانه يي کړي ترڅو هريو کس وکولاي شی پری خبری وکړی، نو دابه يو لوي خدمت وی.
په آخر کي يو واربيا ددولت څخه غواړم چي پر اوسني او راتلونکي نسل دي مهربانه شي ، پښتو او دري دواړو ژبو ته دي دعملي انصاف په تله کي برابر ځايونه ورکړي.
ترڅو په راتلونکي کي بيا هغو متعصبو مکروبونو ته په ټولنه کي ځای پيدانه شي .
او په خپلو ناکامه پاليسيو کي دتل لپاره شرميدلي او مخ تورن پاتي شي.
",“دعملي انصاف په تله کي برابر ځايونه”
935,نوې هيله ( سويډن ),"
گران او پيا وړي ژورنالست بزگر صاحب تاسو او ستاسو دقلمي ملاتړو او لوستونکو دفرهنگي چوپړ شپاړسمه کليزه دي مبارکه وي .
شپاړس کاله پخوا دوطن اوافغاني سپيڅلي ټاټوبي نه ليري دمهاجرت او جلا وطنۍ په ستونزمنو شرايطو او حالاتو کي له افغانستان او افغانانو نه ليري ددنيا په يوه گوټ کښي ،هغه ځای کي چي دافغانستان د اوومي ټولگۍ دجغرافي په کتاب کي يې دماشومانو لپاره ليکلي وه چي هلته شپږ مياشتي شپه او شپږ مياشتي ورځ ده، نه تنها دافغان ولس دژوند بلکي د افغانانو د زړه بوږنوونکي او له غم او غوسي نه ډک حالت،کړاونو، خواريو ،تربگنيو، تورتمنو ،کور ورانونو، ورور وژنو، او همدا شان دددغو کړنو او رويشونو پر خلاف د رسوا کونې او سمي لاري ته دراوستنې په خاطر د افغان ولس په فرهنگي ژوند کي دنړۍ پدي ليري پراته هيوادکي داسي يو فرهنگي هميشنۍ روښانه ستورۍ وځليد چي د افغان غيرتمند ولس دوستان او دښمنان يي ددغه غورځنگونو او تاريخي تکلونو وياړلي ټاټوبي د ورځني ژوند سياسي ، اجتماعي او اقتصادي حالاتو ته ځير کړه .
دعوت هغه خپرونه ده چي تل يې د افغانستان د سياسي ،اجتماعي او فرهنگي ژوند او حالت په هکله د خپلو مينه والوعلمي او معلوماتي وطني تنده ماته کړې ده ، او پدې هکله يې په انگليسي او نارويژي ژبو نړۍ والو ته هر اړخيز معلومات خپاره کړي دي .
دعوت نه تنها وکولاي شوه له هيواد نه ليري پرتو افغان مهاجرو ته بلکي د افغانستان په دننه کي دافغانانو په زړونو کي وتلې او دروند فرهنگي ځاي پيدا کړي .
ښاغلي بزگر صاحب ديو بې پرې افغان فرهنگيال او ژورناليست په توگه دا وياړ لري چي له هيواد نه بهر او په هيواد کي دننه د ناخوښه حالاتو او ستونزو سره سره وتوانېدی چي دا فرهنگي چو پړ د افغان ولس د پرځای او روا حقونو ددفاع په خاطر پر مخ بوزي او په بهر کي افغان ولس د گران او سپيڅلي هيواد د اوښتونواو حالاتو په هکله يې خبر کړي .
موږ ښاغلي بزگر صاحب ته په مبارکۍ ويلو سره دهيواد ټول پياوړي ليکوال هڅوو چي پدغو برخه ليک ټاکونکو او حساسو شيبوکي چوپه خوله پاته نشي ليکني وکړي ،حقيقتونه وسپڼي او افغان ولس ديو روښانه راتلونکي جوړيدو په لور وهڅوي .
په سويډن کي دنوي هيلې داداري ټول کار کونکي او قلمي همکار د دعوت دوتلې خپروني د مشر اوکار کونکو سره ځان پدغه فرهنگي ښکلي جشن کي شريک بولي .
په فرهنگي او وطني چوپړ کي ستاسو دلازياتو بر ياليتوبونو په هيله .
حبيب اله غمخور
په سويډن کي دنوې هيلي د مجلي مسؤل مدير
",په سويډن کي دنوې هيلي د مجلې د ادارې دمبارکۍ پيغام
936,ګوربتوال احمدي,"
ليكونكى: ګوربتوال احمدي
له پښتو ژبې سره د لنډمهالې او منځمهالې ادارې د چارواكو چلند
سره لدې چې پښتو ژبه په مسلسل ډول د افغانستان كال د اساسي قانون پر بنسټ د هيواد ملي او لومړۍ درجه رسمي ژبه ګڼل شوې خو دفتري امورو ته د ننه كولو لپاره يې د دې هيواد پخوانيو حكومتي چارواكو هم د پام وړ چارې او عملي ګامونه سر ته نه دي رسولي بلكي يوازې په لږه پيمانه پرمختګ يې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه او ارواښاد شهيد محمد داود خان د حكمرانۍ په دورو كې په نصيب شوى دى . خو لكه څنګه چې مناسبه وه په زړه پورې كار بيا هم د پښتو د ژبې د ودې، پرمختګ او په رسمي دفترونو كې د دود كولو لپاره سر ته نه دى رسيدلى بلكي په حكومتي ادارو كې دري ژبې ته لومړى مقام وركړ شوى دى. په همدې توګه سره لدې چې موږ د منځنۍ سطحې د پښتنو چارواكو، شاعرانو او اديبانو هغو زيارونو ته د قدر په سترګه ګورو چې په دې لاره كې يې سر ته رسولي دي خو په عمومي توګه پښتانه چارواكي يوازي په دې بريالي شوي چې په ملي سطحه د ځنې اړوندو حكومتي ادارو سرلوحې، او د كابل د ښار د واټونو نومونه او داسې نور لومړني كارونه په پښتو ژبه سر ته ورسوي خو په حكومتي ادارو او دفترونو كې دري ژبه چليدلې ده.
د هيواد د سترې غميزې په لړ كې د نورو ورانيو تر څنګ په حكومتي چارو كې د پښتو ژبې ودې او پراختيا ته بيا هم نه جبران كيدونكي زيانونه رسيدلي چې د هغو ټولو يادونه ځانګړې ليكنې ته اړتيا لري چې په دې لړ كې د روسانو او د هغوى د لاسپوڅو او ورپسې د تعصب په اور ككړو جنګي ډلو د پښتو ژبې او پښتون قام په مقابل كې تر سره كړي دي.
په هيواد كې د لنډ مهالې يا موقتې ادارې د كار د پيل څخه د مخه هغه وخت له پښتو ژبې سره د تعصب په اور د جنګي ډلو د استازو له خوا ښكاره ضديت او كركه څرګنده شوه چې د بن د غونډې په ترځ كې ارواښاد حاجي عبدالقدير له مجلس څخه ووت او په دې توګه يې له پښتو ژبې سره د بيلتون پالو د ضديت په مقابل كې د اعتراض غبرګون ښكاره كړ.
د لنډ مهالې او منځمهالې ادارې په ټوله دوره كې له پښتو ژبې سره داسې چلند شوى چې حتى د يوې بهرنۍ ژبې په څير هم نه دي ورته كتل شوي. دا خبره ټولو ته څرګنده ده چې د ۱۳۵۷ كال د غوايي د كودتا څخه وروسته په هيواد كې د كمونستي ادارې څخه د ننه او بهر زياتو متعصبو عناصرو او اړخونو ته د فعاليت زمينه برابره شوي چې د غميزې په ټول دور كې يې د هيواد ملي او ټولنيز بنسټونه يو پر بل پسې نړولي چې د دې ناولې پديدې ډيره بده كركجنه څيره د نجيب د حكومت له نسكوريد سره سم د هيواد په پلازمينه كابل كې د عمل په ډګر كې پلې شوه داسې فاجعې يې منځته راوړې چې حتى تاريخ يې هم د تورو اعمالو په يادولو سره د شرم احساس كوي. نوموړې توره څپه بيا د طالبانو له ماتې سره جوخت يو ځل بيا په هماغه پخواني ډول تكرار او لړۍ يې سره لدې چې هيواد مو د يوه انتخابي حكومت خاوند دى تر نن پورې دوام لري.
په داسې حال كې چې پښتانه د افغانستان د خلكو نژدې ۷۰% وګړي تشكيلوي چې نوموړې شميره د روان كال په ټولټاكنو كې ښه جوته شوه دا چې كه ټولو پښتنو په ټولټاكنو كې ګډون كړى واى نو په هغه صورت كې به د پښتنو اصلي شميره ډيره ښه جوته شوې واى. په ياده شوې دوره كې له پښتو ژبې سره د ضديت په لړ كې لاندې كارونه تر سره شوي او تر سره كيږي:
لومړى : د دولت د رياست ۹۹% فرمانونه، حكمونه، ليكونه او اعلاميې په دري ژبه صادرې شوې دي.
دوهم : د دولت د رياست په اړوندو دفترونو كې ټول مهم اسناد، پريكړې، مسودې، اجنداوې تحليلونه عادي مكتوبونه، فورمې، دفتري كتابونه او نور اړوند دفتري كارونه په دري ژبه سر ته رسيدلي دي.
دريم : د دولت د رياست، وزارتونو، افغاني سفارتونو، خپلواكو رياستونو، ولايتونو او نورو اړوندو حكومتي اداراتو ۹۰% مامورين او كاركوونكي غير پښتانه ټاكل شوي سره لدې چې د ځنې ځنې اداراتو په راس كې به پښتون مشر وو خو د ګوتې په شمار پرته د هماغه ادارې نور ټول پرسونل غير پښتانه دي چې د پام وړ وړتيا او تحصيلاتو څخه بې برخې او زياتره برخه يې هغه خلك دي چې د افغانستان د سترې غميزې په لړ كې د جنايت تور داغ په خپل تندي لري. له بلې خوا همدغه عناصر دي چې اوس هم د افغانستان د يووالي بنسټونه نړوي او په دې لاره كې د زهرجنو تبليغاتو زمينه ورته برابره ده.
څلورم : د ولس مشر د ويناوو، مركو ليكونو او مطبوعاتي اعلاميو خپريدل ۹۵% په دري ژبه سر ته رسيدلي دي.
پنځم : د افغانستان د راديو او تلويزيون ۹۰% خپرونې، د پروګرامونو نومونه، تحليلونه او داسې نورې خپرونې په دري ژبه سر ته رسيدلې او رسيږي چې په دې لړ كې پښتو ژبې ته يوازې نمايشي او نمونيي شكل وركړ شوى دى.
شپږم : له استثنا څخه پرته د ټولو وزارتونو، رياستونو،افغاني سفارتونو، ولايتونو او نورو اړوندو اداراتو مكاتبه په دري ژبه سر ته رسيدلې او نوموړې لړۍ اوس هم دوام لري.
اووم : د لويو لويو حكومتي مجلسونو زياتره ويناوې، سرليكونه، لوحې، پريكړه ليكونه په دري ژبه سر ته رسيدلې او رسيږي په دې ځاى كې بايد يادونه وكړو چې يوازې ولسمشر كرزى په ځنو مجلسونو كې دې ټكي ته پام كوي او د خپلو ويناوو يوه برخه په پښتو او بله په دري وړاندې كوي.
اتم : له بهرنيو هيوادونو سره مكاتبه ۹۹% په دري ژبه تر سره كيږي او په دې ځاى كې پښتو ته يوازې نمايشي شكل وركړل شوى دى.
نهم : د اطلاعاتو او كلتور وزير داسې څوك ټاكل شوى چې پښتو خو پريږده چې د افغانستان دري ژبه هم كوم اهميت نه ورته لري بلكي غواړي په دې هيواد كې د ايران ترمينالوجي پلې كړي او د نوموړي لومړى كار دا وو چې د هيواد له اساسي قانون سره په سرغړونه يې د اطلاعاتو او كلتور د وزارت نوم په اطلاعات او فرهنګ بدل كړ. په همدې توګه نوموړي وزير په ډير بيهوده توګه د پښتو ژبې او پښتون قام د هغو بنسټونو په ورانولو پسې مټې رانغښتې دي چې ددې هيواد يو نه بيليدونكى جز ګڼل كيږي.
لسم : د ښوونې او روزنې په ډګر كې هم دغه څپه په خپل شدت سره روانه ده او د كابل د ښار په تقريبا څلور ميلوني نفوس كې چې زياتره برخه يې پښتانه دي يوازې تش په نوم دوې نيمه فعالې ليسې شته دي چې تدريس يې په پښتو دى نور نو ټوله زده كړه په دري ژبه ترسره كيږي او د پښتنو اولادونه مجبوريږي چې له خپلې ژبې او كلتور څخه بې خبره په خپل كور كې د ناولي استعمار په سيوره كې شپې او ورځې تيرې كړي.
يوولسم : په كابل كې بيلتون پالو ته د تبلغاتو ډګر د اطلاعاتو او كلتور د متعصب ايرانپال وزير په اجازه داسې تود دى چې په سلګونو مجلې، اخبارونه او جريدې يې را ويستلې چې له استثنا پرته يې ژبه سل په سلو كې دري يا پارسي ده كه څه هم چې د محتوى له مخې زياتره دغه خپرونې بې مانا دي خو داسې زهر خوروي ( پاشي ) چې له افغان ولس سره د بيلتون پالو د كينې د ډكو زړونو ويندويي كوي.
په همدې توګه يو شمير آزادې راديويي او تلويزيوني خپرونو هم په كار پيل كړى دى چې زياتره خپرونې يې په دري او د پرديو د كلتور د خورولو په چوپړ كې دي او په خپرونو كې يې پښتو ته يوازې د نمونې په شكل ځاى وركړ شوى دى.
دولسم : كه چيرې په كوم ځاى كې داسې پيښه شي چې كومه لوحه، سرليك يا د كوم مجلس عنوان په پښتو ليكل شوى وي نو په څنګ كې يې بيا هرو مرو هماغه ليكنه په دري هم شوې وي چې د لوړو او مسلكي زده كړو د وزارت د دروازې د سر لوحه يې غوره بيلګه ګڼلى شو. په دې توګه د لنډمهالې او منځمهالې ادارې په دور كې له استثنا پرته د هغو ټولو وزارتونو، رياستونو او اړوندو ادارو نومونه په دري اړول شوي چې پخوا پښتو وو.
ديارلسم : د كابل په پوهنتون كې چې زياتره محصلين او ښوونكي يې پښتانه دي تدريس سل په سلو كې په دري ژبه تر سره كيږي.
څوارلسم : په رسمي او غير رسمي مجلسونو او د راديو تلويزيون په ګډو پروګرامونو كې كوښښ كيږي چې دري ژبه او ويونكي يې د يوه فاتح او غالب وګړي په توګه وښيي او په پروګرام كې ګډ پښتانه داسې ورپورې ښكاري لكه يتيمان په دې مانا چې په ګډو خپرونو كې هم ډير لږ ځاى پښتو خبرو او ليكنو ته وركول كيږي.
پنځلسم : په لسهاوو ځله په رسمي او غير رسمي غونډو كې چې د ايران او تاجكستان له هيوادونو سره سر ته رسيدلې نو دا جمله زياته تكراريږي چې ګواكي ( كشورهاي هم كيش و همزبان) په داسې حال كې چې د ايران او تاجكستان هيوادونه نه زموږ كيش دي او نه يې ژبه له موږ سره يوه ده.
په دې توګه نور هم ډيرې داسې نمونې شته دي چې د لنډمهالې او منځمهالې ادارې د حاكميت په دور كې د پښتو ژبې سره د ناوړه چلند ويندويي كوي چې پورته څو نمونې يې د بيلګې په توګه يادې شوې.
كه په دې هكله پښتانه چارواكي له همداسې غفلت او بې پروايۍ څخه كار اخلي نو د دې امكان شته چې په راتلونكي كې هم موږ د خپلې خوږې پښتو له زياتې خوارۍ سره مخ شو او خپل درد يوازې د څو ټكو په بيانولو سره څرګند كړو.
د بصيرت خاوندان دي دې موضوع ته پاملرنه وکړي !
",د افغانستان د دوو ملي رسمي ژبو تر منځ انډول
937,,"
تېر ماښام په کابل کي د امريکادمتحده ايالاتو سفارت دا خبره ردکړه چي د امريکا په مشرۍ د ټلوالي دځواکونو الوتکو د هلمند په ولايت کي د کوکنارو په کروندو زهرجن کيمياوي مواد شيندلي او ويي ويل چي هيڅ داسي نښي نښاني نشته چي وښيي امريکايي ځواکونو دي دا کار کړي وي.
تر دي وړاندي د ولسمشر حامد کرزي وياند، جاويد لودين، په يوه خبري غونډه کي وويل چي دولت يو پلاوي هلمند ته ليږلي تر څو دهغو شکايتونو پلټنه وکړي چي په هغه ولايت کي د کوکنارو په کروندو باندي زهري کيمياوي مواد شيندل شوي.
د سيمي اوسيدونکو او سيمه ئيزو چارواکو په وينا د تيري جومي په شپه د نوزاد په ولسوالۍ کي په کښتونوله هوا نه د زهرجنو توکو شيندل په ماشومانو کي د پوټکي ناروغي، د څارويو د مړيني او په هوا کي د بد بوي را منځته کيدو سبب ګرزيدلي وو. لومړي دا غږ د سيمي بزګرانو پورته کړ چي ورپسي د هلمند والي شير محمد اخوندزاده او بيا په کابل کي د کورنيو چارو د نشه ئي توکو دچارو مرستيال، جنرال محمد داود د اومنله چي لږ ترلږه په څلورو کليو کي د جومي په شپه دواپاشي ترسره شوي.
خو جاويد لودين وويل چي د افغانستان هوايي حريم په بشپړه توګه خپله د حکومت په کنترول کي دي او ايتلافي ځواکونو الوتکي هم دهيواد دننه امنيت اود پولو په ساتنه کي مرسته کوي او بل هيڅ دريم هيواد نشي کولاي بي اجازي داسي کارونه ترسره کړي. خو دۀ ټينګار وکړ چي د ولسمشر دفتر د زهري موادو په شيندلو خبر ندي او ليږل شوي پلاوي به دا خبره وپلټي.
هغه وويل حکومت اوس هم په هغه پخواني دريځ ټينګ ولاړ دي چي په کلکه له هوا نه د زهرجنو توکو پاشل د رسمي دريځ خلاف دي او هيڅکله به چاته اجازه ورنکړي چي د افغانانو روغتيا ته څوک زيان ورسوي او يا دکوکنارو کروندي له دي لاري وراني کړي.
څو مياشتي وړاندي هم د ننګرهار په ولايت کي په کروندو زهري مواد له هوا څخه پاشلي شوي وو چي ځيني ناروغي يي رامنځته کړي وي او خپله د کابل حکومت هم د دوا پاشل تائيد کړي وو خود امريکا او برتانيا سفارت په هغه دواپاشي کي هم دلاس له لرلو نه انکار کړي وو.
دامريکا متحده ايالاتو سږ کال د افغانستان د نشه ئي توکو د له منځه وړلو لپاره ٧٨٠ ميليونه ډالره بيل کړي دي چي يوه زياته برخه يي دهوا له لاري د کيمياوي موادو په شيندلو د کوکنارو د کروندو له منځه وړلو لپاره دي او برتانيه دنشه ئي توکو په ضد منډي ترړي په مخ بيايي. دواړو هيوادونو ټينګ هوډ کړي دي چي سږ کال افغانستان له نشه ئي توکو څخه خلاص کړي که له هري لاري وي. هم د امريکا متحده ايالات او هم برتانيه غواړي ژر ترژره له دي سرخوږي نه ځان خلا ص کړي او کوټلي عملي ګامونه واخلي.
څو مياشتي مخکي، د لړم په مياشت کي، د افغانستان دولت يو ځانګړي پلاوي ټاکلي وو ترڅو په ننګرهار کي په کروندو د زهرجنو موادو د شيندلو مسئولين وپيژني او د امريکا سفارت هم ژمنه کړي وه چي پلټني به ترسره کوي تر څو وپوهيږي دا د چا الوتکي وي چي د ننګرهار کي يي دواپاشي کړي او دوي هيڅ پري خبر ندي. خو تر اوسه د هغه کميسون موندني مالومي ندي.
اوس ډيرو افغانانو ته دا پوښتنه پيدا کيږي چي د حکومت له دي ادعا سره سره چي هغه دافغانستان په فضايي حريم بشپړ کنترول لري او بي له امريکايي الوتکو بل څوک نشي کولاي بي اجازي د هيواد له هسک نه کار واخلي، نو دا څوک دي چي ددوي په کروندو زهرجن توکي شيندي؟ ",په هلمندکي په کروندو زهرجن توکي چاشيندلي؟
938,,"
",
939,,"
٢١ سلواغې ١٣٨٣
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د بلغارياد هيواد نه د جرمن ابروواکشن موسسې په مرسته ٤٠٠٠٠ د ګلانو بوټي راغوښتي .
نوموړي اداره واي چې دغه بوټي يې د عطرو د جوړولو دصنعت د رواجولو په موخه راغوښتي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د نيالګيو کښېنولو پروګرام هم پيل کړي او په نظر کې لري چې اته لکه او شپېته زره نيالګي په کروندګرو په وړيا توګه و وېشي. ",د عطرو د صنعت د رواجولو لپاره هڅې
940,عبدالله احسان,"
دارواښاد علامه رشاد بابا ټولي قلمي نسخې کاپي کيږي
د ارواښاد علامه رشاد بابا د ناچاپو اثارو د ښه ساتني په نيت د ټولو قلمي نسخو څخه د کاپي اخستلو لپاره يوه پايه د پوټوکاپۍ ماشين ، يوه پايه جنراتور ، يوه پايه ( ټرانسفارمر ) او د اړتيا وړ قرطاسيه مواد د ارواښاد علامه رشاد بابا د کورنۍ د غړو په شخصي لګښت واخستل شوه .
پر نوموړي ماشين د روان کال د فبرورۍ د مياشتي پر دوهمه نېټۀ د ارواښاد علامه رشادبابا د ناچاپو اثارو او قلمي نسخو د کاپي کولو کار پيل شو .
ښاغلي ډاکټر طارق رشاد چي تر څو مياشتني سفر وروسته له افغانستان څخه هالنډ ته راستون شوی دی د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزي څانګي سره په خبرو کي په دې اړه وويل :
د قلمي نسخو د امانت ساتلو او ددې لپاره چي د استاد د اثارو پوره ساتنه شوې وي ، اړينه وه چي د ټولو قلمي نسخو څخه کاپي واخستل شي ، او په بېلابېلو ځايونو کي وساتل شي .
ښاغلي ډاکټر طارق رشاد وويل : يو شمير هغو مراجعو چي د علامه بابا د ناچاپو اثارو د چاپولو لپاره يې تياری ښودلی و ، اوس به نوموړو مراجعو ته د دوی د غوښتني سره سم د ټاکل شوي اثر يوه کاپي وسپارل شي .
د يوې بلي پوښتني په جواب کي چي ايا له دوی سره د کاپي کولو په دې کار کي کومه دولتي اداره يا موسسه مرسته کوي ښاغلي ډاکټر طارق رشاد وويل : ( نه ، د استاد د ناچاپو اثارو د خوندي ساتلو ، او کاپي کولو په دې کار کي له دوی سره کومي دولتي يا غير دولتي موسسې مرسته نه ده کړې) .
تر نن ( ١٠_ جنوري _ ٢٠٠٥ ز ) پوري پنځو ناچاپو اثارو د کاپي کيدو کار بشپړ شوی او د استاد په لاس د کښل شويو لسګونو زرو پاڼو د کاپي کولو کار روان دی .
_ ادبي نقد
_ د کندهار زيارتونه
_ سوري پښتانه
_ د کندهار تاريخ ( دوه ټوکه )
ښاغلی ډاکټر طارق رشاد وويل چي د راتلونکي مياشتي ( مارچ ) په اوږدو کي به يو ځل بيا افغانستان ته ځي ، چي د سفر موخه به يې د ارواښاد علامه رشاد بابا د ناچاپو اثارو د قلمي نسخو خوندي کول ، اويو شمير هغو مراجعو سره له نږدې کتل وي کومو چي د ارواښاد استاد بېلابېلو کتابونو د چاپ لپاره چمتووالی ښوولی دی .
د ارواښاداستاد علامه رشاد او دهغه د وياړلي ژوند په اړه د نورو مالوماتو لپاره دلته کښېکاږئ
",د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد ناچاپ اثار
941,,"
په زابل کي دځايي اوسيدونکو دمړو شميره ٤٣ تنو ته ورسيده ديادو نې وړده چي په زابل کي دامهال دمړو شميره ٤٣ تنوته چي ٢٥ يې دشملزو په ولسوالۍ کې او ١١ يې دشينکۍ په ولسوالۍ کې او ٧ دسيوري په ولسوالى کي دتورټوخلي ،سينه بغل او کورونونړيدوله کبله وژل شوي دي چي په دي وژل شويو کي يي لويه شيمره د ماشومانو او ښځينو ده .""
په دې اړه دزابل چارواکو له نړېوال موسيسو او ايتلافي ځواکونو څخه دمرستي هيله کړې ده چي له دوى سره وهغو ولسواليو ته چي دواوري له کبله نه شي کولي دراپيداشوي ستونزو دله منځه وړلو لپاره ولاړ شي او يا هلته د خواراکي موادو او ياناروغانو ته درمل ورسوي مرسته ورسره کړي .: دوى داهيله له ملګروملتو او ايتلافي ځواکونو څخه کړې ده چې دچورلکو په واسطه نوموړو سيموته چي په لسګونو ناورغان يي بي سرپرسته او په ټولنيز دول داتغر ،نوبهار ،شملزي،کاکړان ، شينکى ، چوپان او ارغنداب ولسواليو خلکو دخوارکي توکو دنشته والي سره لاس او ګرايوان د ي.:
زابل والي خيال حيسني دبينوا ويبپاڼي ځايي خبريال ته وويل ."" موږ دايوه اوونۍ کيږي چي له دغو ولسواليو سره دتګ راتګ اړيکي بندي شوي دي مخکي لا يوڅه سفر کيدي خو اوس داسفر په ټپه درېدلى دى .:
خيال حسيني په وينا دوى له ايتلافي ځواکونو سره په دې مشوره وکړه چي دهوا له لاري نوموړوسيمو ته خوراکي مواد او داردو درمل ورسوي .""
دځآيي اوسيدونکو پر وينا چي له اژانسونوسره يې دستلايت پرکرښه کړې دي دخوراکي موادو او ددرملو دنسته والي په سيمه کې دمړيني لامل ګرځيدلى دى او هرلورته ټرانسپورت دواوري له کبله بند شو دى.
خو دکاکړانو او چوپان ،ارغنداب ولسوالۍ په اړه لا تراوسه هم سم معلومات نه دي راغلي چي هلته حالت څنګه دى .""
خو په زابل کي دوالي پر وينا دامهال په سيمه کې يو ګز واوره پرته ده او اوس لاهم داسمان مخ وريځو پټ کړى دى او واوره اوري
",د سږکال ژمي له يخنۍ څخه د مړو شمېر ډېريږي
942,,"
کابل: دشمالي اتلانتيک د تړون دټولني يا ناټو د غړو هيوادونود دفاع وزيران نن ددوهمي ورځي لپاره د فرانسي د نېيس په ښار کي سره غونډ دي چي د نورو موضوعګانو ترڅنګ به په افغانستان کي د همدي ټولني تر مشرۍ لاندي د سوله ساتو څواکونو په پراختيا خبري وکړي.
تمه ده چي دوي به د غونډي په اخير کي پريکړه وکړي چي په افغانستان کي د سوله ساتي ماموريت د هيواد لويديڅ او سهيل ته وغزوي تر څو د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره امنيت خوندي کړي په تيره بياپه هغو سيمو کي چي زيات د د طالبانو د بريدونوتر ګواښ لاندي دي.
تر اوسه هسپانيا،ايټاليا ليتوانيا افغانستان ته د نورو ځواکونودليږلو ژمنه کړي او په اول ګام کي په پام کي ده چي دغه ځواکونه به په دايکندي، بادغيس او غور ولايتونو کي د ولايتي بيارغاوني ټيم په بڼه ميشت شي.
دمګړۍ په ټول هيواد کي ١٩ د بيارغاوني ولايتي ټيمونه چي ډير يي د امريکا د متحده ايالاتوله څواکونو او پنځه په شمالي ولايتونو کي يي د ناټو له پوڅونو جوړدي په ملکي او پوځي چارو بوخت دي. امريکايي او د ناټو چارواکي د راتلونکي لپاره پلان لري چي خپل کارونه تر يوي مشرۍ لاندي همغاړي کړي اوپه ګډه سره د هيواد په ټولو ولايتونو کي د مرستوچاري اود امنيت لپاره پوځي عمليات تر سره کړي. ",د ناټو غړي هيوادونه په افغانستان کي د خپل ماموريت په غزولو خبري کوي
943,,"
٢٢ سلواغې ١٣٨٣
په کابل کې د جرمني سفارت په خپلې يوې خبر پاڼې کې ليکلي چې د پنجشنبې په ورځ د کابل د (( نسوان وحدت)) په ښوونځي کې د نجونو د فوټبال د څلورو ډلو تر منځ سيالۍ کيږي.
خبر پاڼې کې ليکل شوي دي چې د جرمني سفير به ګټونکي لوب ډلې ته جايزه ورکړي.
د خبر پاڼې له مخې جرمني د ښځينه لوب څارو په روزنه کې هم مرسته کړي چې له دې ورسته به د ښځو د فوټبال د لوبو څارنه وکړي.
",په کابل کې د ښځينه فوټبال ډلو تر منځ سيالي
944,,"
٢٢ سلواغې ١٣٨٣
د شنبې په ورځ به په کابل کې د امريکا سفېر زلمې خليل زاد او د کابل پوهنتون مشر اشرف غني احمدزي په کابل پوهنتون کې د امريکا مالوماتي څانګې ( اميريکن کارنر) پرانستنه وکړي.
په کابل کې د متحدو ايالتونو سفارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې دا مالوماتي څانګه به د انټرنټ ، سياسي، کلتوري او ژبپوهنې کتابونه او ځيني نورې اسانتياوي ولري.
د خبر پاڼې په ليکنه دا دامريکا له پنځو مالوماتي څانګو نه دوهمه څانګه ده چې پرانستل کيږي.
لومړنۍ يې څه وخت مخکې د بهرنيو چارو په وزارت کې پرانېستل شوي ده. ",په کابل پوهنتون کې د امريکا مالوماتي څانګه پرانستل کيږي
945,هدايت الله هدايت ، استراليا,"
١٠ فبروري ٢٠٠٥ ز. ( ٢٢ د سلواغې ١٣٨٣ ل )
",د ملګرو ملتونو سازمان د بيا جوړښت په درشل کې
946,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٢٢
کابل : د کابل ښاروال غلام سخي نورزاد وايي ترکيې ورسره ژمنه کړې ده چې له کابل ښاروالۍ سره به د يوۀ کلتوري مرکز په جوړولو کې ، د څښاک د اوبو په چمتو کولو کې او د ناپاکيو په ختمولو کې مرسته وکړي .
ښاغلي نورزاد وويل ترکيې ورڅخه مځکه غوښتې چې د محمود طرزي په نامۀ يو کلتوري مرکز په کابل کې جوړ کړي .
د يادونې وړ ده چې راتلونکې يکشنبه په پلازمېنه کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف ځواکونو قومانده ترکيه ترلاسه کوي .
",ترکيه له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي
947,,"
",
948,,"
٢٣ سلواغې ١٣٨٣
د افغانستان او پاکستان ګډاقتصادي کميسيون د خپلې دوهمې او وروستۍ ورځې د خبروپه مهال پرېکړه کړي چې د دواړو ملکونو تر منځ به د سوداګري کچه تر زرو مليونو ډالرو پورې رسوي.
د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٤ کالونو په اوږدو کې ددواړو هيوادونو تر مينځ د پنځه سوه څلويښت ميلونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوي ده.
د همدې خبرو په مهال پاکستان وړانديز کړي دې چې د افغانستان - پاکستان دپولو په اوږدو کې د افغان سوداګرو د کارونو د اسانولو په موخه بايد ١٢ ګمرکي مرکزونه جوړ شي.
همدغه راز افغان پلاوي په خپل وار د افغانستان او پاکستان تر منځ د يو ګډ تراسپورټي سيسټم د جوړولو وړانديز کړي. ",د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه به لوړه شي
949,څېړنمل شيرشا رشاد ، جاپان,"
د علامه بابا (رح ) جسمي ابدي بيلتون د هيواد په دننه او دباندي کښي د ډېرو مخلصانو او ارادتمندانو وير لړلي زړونه ټوکر ، ټوکر کړل ، ددغه ويرجنو زړونو سپېڅلي ميني او تودو جذبو د سرامنو اوښکو په څپو کښي له ليري او نژدې څخه خپل د خواخوږۍ احساس او پيغامونه را وليږل . ددغه وير د څرګندتيا تر څنګ د علامه بابا (رح ) د ناچاپو قلمي اثارو د چاپ او د کتابونو د خوندي کېدو په اړه د ګروم او تشويش سره ، سره د هر ډول مرستي ، بسپني ، ونډي او منډي له پاره ځيګرونه وټکول سوه .
ددوی د خواخوږۍ او پېر زويني څخه د منني او کور وداني په څنګ کي په دې فکر کي ډوب سولو چي ددې لوی کار د سمبالتيا او ددې ټولو خواخوږو د احساس اوغوښتنو په وړاندي څه بايد وکړو ؟
د مرګي نامرادي څپېړي که علامه بابا (رح ) جسماً زموږ څخه يو وړ ، خو زموږ په زړونو کښي د تلپاتي ډېوې په بڼه بل او وړانګين دی .
راځئ چي ددوی ( ارواښاد علامه بابا (رح ) ) د پله دوړي د تبرک له پاره د لېمه رانجه کړو ، تر څو ددوی د لويي پېرزويني ، لويي حوصلې ، څېړنيز هاند ، ځلانده استعداد ، سياسي درايت او متانت ، د نفس مناعت ، د هيواد ولس او بشر سره د ژ وري ميني د زور واکو او تيري څخه د کرکي ، پر اصولو د کلک ټينګار ، د نېکمرغه لمر وړانګي پر موږ ټولو وغوړيږي او ددغه نېکمرغه لمر په برکت تتي او تيارې لاري رڼې ، کرکجن زړونه مينه ناک ، تاش په تاش او متشتت فکرونه سره يو ، غچ غوښتونکي هڅي په لورېني او پېرزويني باندي واړوو .
د ارواح ښاد علامه رشاد بابا (رح ) د روح د خوشالتيا او ددوی د لويو ارمانونو د پوره کېدو له پاره د ادبي او سياسي نوابغو ، علماوو ، پوهانو او ښوواندو د روزني په درنه غېږه ، دافغانانو په جګه شمله ، د کندهار په لرغوني ټاټوبي کښي د يوې داسي علمي اکاډيمۍ ( علامه رشاد اکاډيمي ) بنسټ کښېښول سي چي د ادبي _ فرهنګي هلو ځلو په لړ کي به لوی کتابتون ( د علامه بابا (رح ) او نورو حقدارو کتابونه به په کښي خوندي وي ) ، څېړنتون ( رشادپوهنه ، حبيبي پوهنه ، بېنوا پوهنه ، خادم پوهنه ، الفت پوهنه ، رښتين پوهنه ، خوشال پوهنه، رحمان پوهنه ، حميد پوهنه ، غني پوهنه ، کامل پوهنه او نوري څېړنيزي برخي به يې موخه وي ) ،خپرندويه څانګه، ( د علامه بابا (رح ) او نورو حقدارو دکتابونو چاپ ) ، ژباړنتون (د پښتوژبي بډای ادب او ستر پوهان نړۍ ته په بهرنيو ژبو ور پېژندل ، او له بهرنيو ژبو څخه ادبي شهکارونه او تاريخي اثار پښتو ژبي ته را اړول) او نوري برخي ولري .
دا اکاډيمي به دکار د سمبالتيا لپاره يو مشر ، علمي جرګه ګۍ ، او غړي لري چي د هيواد دننه او دباندي پوهان ، ليکوال ، شاعران ، او څېړونکي به يې بالذات يا بالواسطه ددې جرګه ګۍ غړي وي .
د اکاډيمۍ لويه موخه به د علامه بابا رح او نورو حقدارو د کتابونو چاپ او ولس ته رسونه وي ، چي دا لوی او دروند کار د معنوي او مادي پلوه د درو يا څلورو تنو په وسه نه دي ،. ددې سپېڅلي کار لپاره به ادبي کچکول ګرځول کيږي، معنوي او مادي مرستي به راټولليږي ، هره پېزوينه به د ادب پر ټولو مينانو او په ځانګړې توګه د ارواښاد علامه بابا(رح ) پر کورنۍ باندي لوی منت وي .
ددې اکاډيمۍ اولوی کتابتون د ودانۍ له پاره به د مځکي مرستي ته دولت غاړه ايږدي ، د ودانۍ د جوړيدو ونډي ته به په هيواد کي فرهنګپال او پر ادب مين سوداګر او شخصيتونه او تر هيواد د باندي د ژبي اوادب د بډايني سره لېوال افغانان او بهرنيان رابلل کيږي .
د ونډي او بسپني د راټولولو او پر ځای لګولو له پاره به دقيق سيسټم جوړيږي چي د ځينو ( N G O's ) غوندي په خورجين به يې باد نه ننوزي . دهري اوغانۍ ( افغانۍ ) راټولونه او لګښت به يې د اکاډيمۍ په وېبپاڼه کښي ثبت ، په خپرنيزو رسنيو کي چاپ ، او د مينه والو تر درانه کاته پوري رسيږي .
او اکاډيمي به خپله کړنلاره ، تګلاره ، او تشکيل لري .
البته! ټوله پورتنۍ چاري په يوه پلا او د سترګو په رپ کي ترسره کېدای نه سي ، سوکه ، سوکه ، د مېړنو د سپېڅلي ميني او تودو جذبو له فيضه او د پرله پسې معنوي او مادي مرستو او بسپنو په برکت به دا اوږده مزلونه لنډو ، له کوچنيو هيلو څخه به د لويو موخو ( هدفونو ) پر لور ګام اخلو او وده به کوو .
د ټولو خواخوږو او مينه والو د نظر لوستو او اوريدو ته سترګي په لاره يو .
څېړنمل شېرشاه ( رشاد) جاپان shershahr@yahoo.co.jp
",عــــــــــــــــلامــــــــه رشاد اکاډيمي
950,سيد عمران شا ، همت ( کابل ),"
اول مې سترګي ستا په تلو پسې تلېکله په نورو معشوقو پـــــــــــسې تلېاخر ګوزار شوې له ګړنګ زړګــــــيهد هوسۍ سترګې په کتو پسـې تلېتا پټېدل زده کــــول ته يې پټ کړېزړګيه ته رانه د غــــــــــلو پسې تلېدا ستا د مخ شمعه چې بله شــــولهلمبې زما د زړه په سوو پسې تلېپه زړه زخمي کړو ستا لېمو، که نظرد وينو کرښې په بڼو پــــــــــــــسې تلېاوس يې زغمه دا غټ غمونه مدامزړګيه ته چې په وړو پســـــــې تلېدا بې اختياره چې نن ما وخـــــــندللمبې مې ستا په مسېدو پسې تلې""خاطر "" دې زړه لــــره نږدې درغیڅو به يې لرې په ويشتو پسې تلې ",سترګي
951,,"
",ميوند او هوسۍ
952,,"
",
953,,"
کابل: ځيني کابل ښاريانو نن سهار وختي د څو ساتو لپاره دشوني زلزلي له ويري له کورو بهر يخ ته تيرکړل. ويل کيږي چي دوي ته په پاکستان کي خپل خپلوانو خبرداري ورکړي وو چي د پنځو بجو په شاوخوا کي يوه سخته زلزله پيښيږي، خو دوي بيرته په غوسه کورته هغه وخت ستانه شول چي ګړۍ وروسته له ټاکلي وخت نه لاهم څۀ پېښ نشول.
دښاريانو په وينا په پيښور او کوټه کي ددوي دوستانودشپې په دري بجي ورته ټيليفون کړي وو چي د زلزلي وړاندوينه شوي، خو وروسته دولتي چارواکو خلکو ته اعلان وکړ چي داچټي اوازي دي او دوي دي ارام اووسي.
د روان کال په پسرلي کي يو ځل دهرات ښاريانو ته ورته خبرداري ورکړ شوي وو چي هغو يوه شپه له کوره بهر تيره کړه خو هغه مهال هم کومه زلزله پيښه نشوه.
دکابل ښاريانوتر مينځ تيره اونۍ يوه بله اوازه هم خپره شوي وه چي ګواکي د يخ، باد يا واوري يو توپان د اونۍ په اوږدو کي راتلونکي دي. دغه اوازه بيا وروسته د يخ د سختي څپي په وړاندويني پاي ته ورسيده پر کوم چي دڅو وزارتونو چارواکو تر هغه بريده باندي باور وکړ چي بيړنۍ غونډه يي راوغوښته او اړين تياري يي ورته ونيول اولا تراوسه ځيني خلک د همداسي يوي څپي په تمه دي.
خو په افغانستان کي د هوا وړاندويني هومره باور او ريښتياوالي له لاسه ورکړي چي اړوندي سرچيني يو سات د ډيري ټيټي درجي هوا اعلان کوي او بله ګړۍ بيا دهمدي ورځي وړاندوينه لس درجي تر هغه مخکينۍ لوړه ښيي.
",د کابل ښاريانو د زلزلي له ويري تيره شپه له کورو بهر تيره کړه
954,پوهنمل محمود نظري,"
خو زه بيچاره!؟؟؟د ډم ( سلماني) نه پوښتنه وشوه:- ستا او ډاکټر تر مينځ توپير په څه کې دی؟هغه وويل:- هيڅ، دواړه سپيني چپني اغوندو، دواړه د دوکان د خلاصيدو اجازهلرو ،دواړه له جارحه وسلو څخه کار اخيستلای شو ،دواړه تر سلو افغانيو) زيات فيس اخلو.....خو زه بيچاره!؟؟؟هو! خو زه بيچاره د مشتري د وژولو حق نه لرم او هغه يې لری (په افسوس او ډير اسکيرلي ږغ )
",خو زه بيچاره!؟؟؟
955,پوهنمل محمود نظري,"
راګيري مدير جانان په منډه منډه د غونډي کوټې ته ځان ورساوه، هغه سوچ کاوه چي پرې ناوخته شوي دي نو د دروازی د چولې نه يې دننه وکتل د رييس لاس يې د کوم شي په رای اخېستنه کې پورته وليد نو د ده لاس هم هلته په دهليز کې اتومات پورته شو او تر ټک ټک وروسته د غونډي کوټې ته ننوت اود نورو غړو په مينځ کې کيناست د ده وروسته مديرزمری، مدير اکرم،مدير چټک، پريګله.... چې د هغو هم ښی لاسونه پورته وه يو د بل پسې کوټي ته ننوتل.رييس د دې اکر (وضعی) په ليدو لږ سور واوښت اوموسکی شو او ويې ويل:- وبښی! زما په تخر کې مردار دانه راختلي ده او نشم کولای لاس ټيټ کړم، خير په پر ډول لکه چې د غونډي ډير غړی پوره دي نو غونډه رسماً پيل کوم.
",راګيري
956,,"
د ناټو په مشرۍ دسوله ساتو ځواکونو په اړه وروستي پرمختګونه:
سبا، د سلواغي په ٢٥مه ټاکل شوي چي د ځواکونو مشرۍ له يوروکور(Eurocorps) څخه ترکيي ته وسپارل شي. د ترکيي د بهرنيو چارو وزير چي ټاکل شوي وه د جومي په ورځ کابل ته راشي اوس ويل کيږي چي نن راځي تر څو د سوله ساتو ځواکونو دمشرۍ د سپارلو په غونډه کي برخه واخلي.
د ناټو د٢٦ غړو هيوادونو د جومي د ورځي پريکړي وروسته چي د افغانستان لويديځ او سهيل ته خپل د سوله ساتي ځواکونو ماموريت به وغزوي، اوس بل تود بحث دادي چي د امريکا تر مشرۍ لاندي د ټلوالي ځواکونه او ګڼ مليتيز سوله ساتي ځواکونه سره ګډ شي او تر يوي مشرۍ لاندي کار وکړي. د کب په څلورمه د ناټو په سرمشريزه کي به په دې اړه وروستۍ پريکړه کيږي.
",سوله ساتي اود ټلوالي ځواکونه سره يوځاي کيږي
957,,"
٢٤ سلواغې ١٣٨٣
د افغانستان له پکتيا ولايت نه راپورونه واي چې پر سېمه د لږيدلې سړې څپې له امله چې په ډيرو کالونو کې بې ساري ګڼل شوې، يو شمېرخلک مړه شوي دي.
چارواکي واي چې په وروستيو درې ورځو کې د واورو او يخنۍ له امله د ولايت په بېلا بېلو برخو کې لږ تر لږه ١٥ کسان مړه شوي دي. ",په پکتيا کې سړې هوايو شمېر خلک وژلي
958,,"
٢٤ سلواغې ١٣٨٣
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه واي چې د وسلو او مهماتو ٣٣ زېرمي يې موندلي او نيولي دي.
د دغو ځواکونو يو وياند کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه وسلي د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه تر لاسه شوي دي او زياته يې کړه چې په هغو کې ځينې داسې وسلي او مهمات هم وو چې کيدايشواي ترهګرو او طالبانو ترې په سېمه کې د امنيت د ګډوډولو لپاره کار اخيستې واي.
وياند وويل چې د کار وړ وسلي به افغان پوځ ته ورکړل شي او پاتي به يې له منځه يووړل شي. ",په افغانستان کې ايتلافي ځواکونو د وسلو ٣٣ زېرمي موندلي
959,,"
",
960,محمود نظري,"
کتاب نوم : پايلوچ بنګ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولګه )
ليکوال : محمود نظري
سريزه : ډاکټر مجاور احمد زيار
چاپ کال : ١٣٨٣ لمريز
چاپ ځای : کراچي
چاپ چاري : محمود نظري
تېراژ : ١٠٠٠ ټوکه
پايلوچان چې ٣٠٠ کاله مخکې د صفويانود زور او تيري په وړاندي راپورته شوی اوهغوی يې په لوڅو پښو مات او تښتولي دي
د پايلوچانو د کلکوالي او ټينګوا لي ساری تر اوسه په ټوله نړۍ کې نه دی ليدل شوی او بنګ حبيب الله د دې لړۍ وروستی استازی ګڼلای شو
پوهاند ډاکټر زيار په دې داستان يوه سريزه ليکلې ده هغه لېکې:
پايلوچان يو له پامه لويدلی پوړ دی چې دلته يې په خورا رياليستيکي ډول شننه او انځورونه شوې ده او ما هم د يوه شاهکار په ټوګه د خپلي دغي ارزونې بيلګه وګرځوله.
د ليکوال بريښناليك :ـ mahmudnazari@aol.com
",بنګ حبيب الله ( لنډې کيسې )
961,محمود نظري,"
د کتاب نوم : انساني سرکس
موضوع : ( طنزونه )
ليکوال : محمود نظري
چاپ کال : ١٣٨١ لمريز
چاپ چاري : محمود نظري
تېراژ : ١٠٠٠ ټوکه
صحاف خپرندويه مؤسسه
کاسي روډ ، نورمسجد ته مخامخ ، کوئټه ، ټيلفون شمېره :ـ ٦٦٤٢٣٦-٨١-٠٠٩٢
بريښناليك :ـ palana_sahaf@yahoo.com
زموږ بانکي پته :Muslim Commercial Bank Ltd. ,Account No:1514
Prince Road, quetta - pakistan",انساني سرکس
962,ش. م. زرمت,"
سوداګرچا خو ويل چې اوس راغلى دى د زړو سوداګرخو دلته ګرځي هسې مست لا د سرو سوداګرموږ په كوڅه د قصابانو كې چړې پېژنو كله به راشي زموږ خوا ته د بنګړو سوداګرپه دغه ښار كې ښايي ټول لا مجرمان اوسېږيښه كار و بار كوي همدا د زنځيرو سوداګرپه هغه وخت كې چې مو يو بل ته مورچې نيولېله هرې خوا به راروان وو د وسلو سوداګرپه خاموشۍ يو بل ته غېږ وركړي، رخصت ترې اخليچې كله وويني نښتر مو د لرګو سوداګر. ",سوداګر
963,بغداد ارماني,"
غزل زړه، زړه تنكۍ- تنكۍ يم، د غوټۍ غوندې يم د څوارلسمې شپې په شان سپينې سپوږمۍ غوندې يم پام كوه زور راته رانه كړې درنه ماته به شم پرون د دوولسو كالو شومه، تنكۍ غوندې يم د نوي وخت جامې بربنډې اغوستلاى نه شم د تورو غرونو پښتنه يمه، كوچگۍ غوندې يم زه يم پتپاله، پت به ساتمه په تورو غرو كې ورانه جونګړه كې اوسېږم، شهزادګۍ غوندې يم تور دېوان نه غواړم، زه ښكلې يم، ښايسته غواړمه د ګل اندامې سكه خور يم، ښاپېرۍ غوندې يم بغداده! سپين مخ ته مې ګوره چې ثواب دې وشي بېګاه مې خوب كې كوثر وليد، جنتۍ غوندې يم. ", غزل
964,,"
٢٥ سلواغې ١٣٨٣
نن ترکيې په افغانستان کې دشپږو مياستو لپاره د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو قومانده په غاړه واخېسته.
تردې د مخه د څه د پاسه اته زره کسيز سوله ساتي پوځ قومانده دجرمني او فرانسې له خوا په ګډه کيده او اوس د ترکي جنرال ايتيم اوټکي ته وسپارل شوه.
په دغه موده کې چې ترکيه به په افغانستان کې د ايساف دځواکونو مشري کوي، د دوي همکار هيوادونه - اټاليا ، لتوانيا او اسپانيا به دوي ته نور ځواکونه ورکړي، تر څوهغوي د افغانستان لويديځو برخو ته واستول شي.
",ترکيې په افغانستان کې د ايساف دځواکونو قومانده واخېسته
965,,"
",
966,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٥
کابل : د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکټر محمد امين فاطمي وايي په تيرو ١٥ ورځو کې د يخنۍ له امله په دغۀ هيواد کې ٢٠٠ کسان وژل شوي دي .
په کابل له له ورځپاڼه ليکونکو سره د خبرو پر وخت ښاغلي فاطمي زياته کړه چې د هيواد ډيرې برخې غرنۍ او ليرې پرتې دي له همدې امله مرسته هم ډيرو سيمو ته په ګرانه رسيږي .
ښاغلي فاطمي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د وژل شويو کسانو ډيره برخه د ماشومانو ده .
داسې ويل شوي دي چې په دې وروستيو کې نژدې هره ورځ يو ماشوم د يخنۍ له امله په افغانستان کې ځان له لاسه ورکوي .
ولسمشر کرزي په يوۀ بيان کې له ويرجنو کورنيو سره خواخوږي کړې ده .
",د افغانستان يخنۍ ٢٠٠ کسان وژلي
967,,"
د همدي شيبې خبر: په کابل کې د دفاع وزارت يکشنبه ماخستن اعلان وکړ چې د کام ائير د لويدلې الوتکې توره بکسه يې پيدا کړې ده .
د Kam Air دخصوصي شرکت بوينګ ٧٣٧ الوتکه ١٠ ورځې وړاندې کابل ته نژدې د خاک جبار د ولسوالي دڅپړي دغره په سر راپريوته او ټول ١٠٤ سورلي يي مړۀ شول.
توره بکسه د ترانسپورت وزارت ته سپارل شوي او تر څيړني لاندي ده.
په هره الوتکه کي يوه توره بکسه د پيلوټ ځاي ته نژدي جوړه شوي وي چې هغه خبري، غږونه او انځورونه ثبت کړي چي د کنترول له مرکز سره د پيلوټ يا دالوتکي د عملي لخوا پر باندي اړيکي نيول شوي وي.
تر اوسه د الوتکي د لويدلو دقيق دلايل مالوم ندي او د توري بکسي موندنه به داخبره سپينه کړي چي الوتکه ولي او څنګه نسکوره شوه.
افغان او نړيوالو سوله ساتو ځواکونو تر اوسه په دې کي پاتي راغلي چي مړي د پيښي له ځايه وليږدوي او ايله نن يي وکولاي شول چي څو مړي پيدا کړي.
تر اوسه د مړو د ليږدولو د ورو هڅو لامل د هوا خرابوالي بلل شوي، هغه دليل چي د الوتکي د لويدلو په اړه هم ويل کيږي. ",د لويدلي الوتکي توره بکسه وموندل شوه
968,,"
يوۀ فرانسوي سرتيري په کابل کي د جمعې په ورځ خپل ځان په خپله وسله وواژۀ.
دې سرتيري په نړيوالو سوله ساتو ځواکونو کي له خپلو نورو ٦٠٠ فرانسوي ملګروسره چي تيره مياشت کابل ته راغلل يوځاي دنده ترسره کوله.
په افغانستان کي دا لومړۍ داسي پيښه ده چي د نړيوالو ځواکونو يو تن ځانوژنه کوي. دسرتيري نوم تر اوسه ندي ښوول شوي.
تير کال هم دسلواغي په مياشت کي يوۀ کاناډايي سوله ساتي سرتيري هڅه کړي وه چي ځان ووژني خو هغه د سر ديوو سخت ټپ نه وروسته ژوندي پاتي شوي وو. ",د سوله ساتو ځواکونو فرانسوي سرتيري ځان وواژۀ
969,,"
د ناټو د غړو هېوادنو د مشرانو غونده
ټاکل سوې ده چې د ناټو د غړو هېوادونو د سر مشریزه غونډه د فبروری د میاشتې پر ۲۱ – ۲۲ نيټه د بلجیم په برسللز ښار کې چې د اروپايی اتحادیې مرکز دی تر سره سی.
په دې مهمه غونډه کې به د امریکا جمهور رئیس ښاغلي جورج بوش، د کاناډا صدراعظم ښاغلي پاول مارتین، د فرانسې جمهور رئیس ښاغلي ژاک شيراک، د انګلستان ، جرمني، ايتاليا، هسپانې ، پوليند اود اروپايي ټولنې صدراعظمان او د ناټو د نورو غړو هېوادونو مشران برخه واخلی چې مهم ټکې به يې دافغانستان ، عراق ، منځني ختيځ او نورو هیوادو په هکله د نوي تصمیمونو د نيولو په باره کې وی.
",د ناټو د غړو هېوادنو د مشرانو غونده
970,,"
",
971,,"
امریکا د افغانستان د بريښنا مشکل حلوي
د امریکا دولت د افغانستان لپاره د نوي پروژو او د بريښنا د ستونزی د رفع کولو د پاره ددې هېواد کنګرې ته د ۳۱۷ مليونو ډالرو وړانديز کړې دی.
دا خبره په افغانستان کې د امریکا سفیر ښاغلي زلمي خليلزاد د هغه لیدنې وروسته څرګنده کړه کوم چې د افغانستان د انرژې د وزیر قوماندان اسمعيل سره یې تر سره کړې وه ، اعلان کړه
په افغانستان کې د امریکا سفیر او خاص استازی زلمی خلیلزاد په دې هکله وویل
په هغه صورت کې چې د امریکا د نمایندګانو کنګره دا وړاندیز ومنی ، د دې پيسو څخه به د شبرغان د سلو میګاواټو د ګازی بريښنا د جوړولو پروژه، د حرارتي پريښنا د سوندو د موادو د برابرولو پروژه، د کجکې او درونتې د پروژو بیا احیا کول، په ولایاتو کې د حرارتی بريښنا د مرکزونو جوړول، د کجکې د بريښنا د دوهم توربين د کار پیلول، هغو ولایاتو ته چې بريښنا نلری د جنراتورونو برابرول، او د لمر په وړانګو د بريښنا د دستګاوو په اعمارول ولګیږی ده زياته کړه چې د امریکا دولت په پام کې لری چې د افغانستان دبريښنا د ستونزی د حلولو لپاره په راتلونکی پنخو کلنو کې ۲ اعشاریه ۵ ميليارده ډالره افغانستان ته مرسته ورکړی. ",امریکا د افغانستان د بريښنا مشکل حلوي
972,,"
د افغانستان د مځکې لاندې معادنونه او د ذخایرو د کشف چارې امریکا ته وسپارل سوې.
د افغانستان او امریکا د معاون او جیولوژی د موسسو لخوا د ذخایرو د کشف او د مځکې لاندې معادنونو در راایستلو تړون لاسليک سو.
د دې پلان په اساس چې د ۱۷ ميلیونو ډالرو په لګښت د امریکا د متحده ایالاتو لخوا تر سره کیږی د یونیم کال په موده کې به د افغانستان د ټولو سیمو نقشې د هوا له لیارې و اخیستل سی او هغه سیمې چې د نفتو، ګازو، سکرو، اوسپنې، مسو، اوبو، او نور ذخایر لری وپيژندل سی.
د دې پلان په عملي کیدو سره به د افغانستان دولت او خارجی سرمایه دارانو ته د افغانستنان په هکله ګټور معلومات په اختیار کې ورکول سی چې څونده د ذخایر او د مځکې لاندې مواد لری.
داسی ویل کیږی چې تر اوسه پورې د ګازو،ذغال سنګو، مسو و اوسپنو، کریمه احجارو او یورانیومو ۱۵ معدنه کشف سوی چې فقط ۴ یې تر اوسه د دولت په اختيار کې دی او نور ۱۱ یې د ټوپکوالو او محلي زورمندانو په واک کې دی.
",امريکا د افغانستان د معدنونو د کشف چاري تر لاسه کړې
973,,"
",
974,,"
پايلوچ بنګ حبيب الله د ښاغلي محمود نظري د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان په کراچۍ کې چاپ شوه .
په دې ټولګه کې د ښاغلي ليکوال اته لنډې کيسې راغلي دي .
د ښاغلي محمود نظري د طنزونو درې مجموعې هم په دې وروستيو کلونو کې چاپ شوي دي .
د پايلوچ بنګ حبيب الله په مجموعه باندې پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار سريزه کښلې ده .
د ښاغلي زيار په وينا خپله د پايلوچ بنګ حبيب الله لنډه کيسه د پام وړ ده . پر ښاغلي نظري يو نقد دا شوی چې ګواکې په کيسو کې يې د معياري ژبې پر ځای خپله سيمه ييزه لهجه ډيره کارولې ده .
ښاغلی نظري خپله په دې باور دی چې د يو شمير کسانو مشورو دې ته اړ ويستی چې کله ناکله سيمه ييزه لهجه په خپل نثر کې غوره وبولي .
",پايلوچ بنګ حبيب الله
975,ولي شا طبيب ، کندهار,"
ولې شاه طبيب _ کندهار
٦ جوزا _ ۱۳۸۳ لمريز
سلام خان او دکانکور ازموينه
دجمعې دورځې ماپښين وو ،ددوبي توده ورځ وه ، دډاکتر سلام لپاره دجمعې ورځې ماپښين ځانګړی ارزښت درلود ، ځکه چه داوونۍ اخيره ورځ وه او په خپل کور کښی يي استراحت کاوه ، دروغتون ، کتنځی او ناروغانو څخه بې غمه او فارغه وو ، دجمعې ورځي ماپښين يي لوستلو ته ځانګړۍ کړې وو ،طبې کتابونه يي نه لوستل بلکه مجلې ، ورځپاڼې او ادبي اثارو يي لوستل ،دسلام ښځې او ماشومانو يي دپلار دعادت سره ښه بلد سوي وه ، ماندينې به يي ښه هيلي چای په غټه چاينکه کښي ورته دم کړي وې . ماشومان هم دپلار کوټې ته نه ورتلل . ډاکتر سلام به په خپله کوټه کي دکتابونو المارۍ څنګ ته ناست وو او دالمارۍ کتابونه به يي اړول او را اړول ، دجمعې دورځي دماپښين لپاره به يي نوي مجلې ،ورځپاڼي او يا کتابونه دځانه سره راوړي وه ، اوکه چيري کوم څه يي نه وه راوړي نو به يي زاړه کتابونه بيا بيا لوستل ، اکثره کتابونه يي څو ځلي لوستلي وه .
ډاکترسلام دښوونځۍ په دوره کښي دادبي کتابونو ،ناولونو او تاريخي کتابونو دلوستلو سره مينه او علاقه درلوده . په همدي ماپښين يي نوی کتاب يا مجله نه درلوده ، نو دالمارۍ پر کتابونو يي ګوتې تيرولي ،دتولستوی روسي ستر ليکوال پر ليکلې کتاب چه جنګ اوصلح نوميدی ګوتې ودرولې ، او دا دوه جلده پريړکتابونه يي دالمارۍ څخه راواخيستل ، دکتابونو څخه يي ګرد او غبار پاک کړ ،او دکتاب سره وقايه يي واړول اود کتاب پرلمړنی مخ هغه ليکنه چه ده کلونه پخوا کړي وه متوجه سو ، ليکل سوې وه يوولسم ټولګۍ ۱۳۵۱ هجري شمسي کال ، هوکي ورپه ياد سوه چه نوموړی کتاب يي په ۱۵۰ افغانۍ په پور رانيولی وو او په هره اوونۍ کښي يي ۲۵ افغانۍ ادا کولي ، ور په ياد سوه چه په څومره زياته علاقه او مينه يي نوموړی کتاب وايه ، کله چه به برېښنا نه وه نو اليکن څراغ ته به يي کتاب لوستی . دا کتاب د تولستوی دلوړو اثارو څخه وو ، په دی دوه ټوکه کتاب کی چه دپاڼو شمير يي تر درو زرو رسيدی د سلو په حدودو کي قهرمانان درلودل . خو ناتاشا دسلام په زړه کښي ځای نيولی وو ، دتولستوی بل اثر چه اناکارنين نوميدی هم سلام څو ځلي ويلي وو ، سلام دجک لندن دماجرا ډک داستانونه هم ډير ويلي وه ، دارنست همينګوې ، ويکتور هوګو او بالزاک ليکني او اثار يي ډير خوښيدل په خپل ګران وطن کښي يي د استاد عبدالحی حبيبي ، استاد عبدالروف بينوا ، ګل پاچا الفت ،استاد عبدالشکور رشاد او نورو ليکوالانو ليکني لوستلي.
ډاکتر سلام کله چه دليسې په اخيرو ټولګيو کښي په زده کړه بوخت وو ، نو داارزو يي درلوده چه دی دهنر ،ادب او ټولنيزو علومو زده کړه وکړي، کله چه ددولسم ټولګۍ څخه فارغه سو،دڅو مياشتو لپاره وقفه وه ، ځکه چه دکانکور ازموينه به په ژمي کي اخيستل کيدله او دپوهنتون تعليمي کال به د حمل په مياشت کي شروع کيدی . دتودو مناطقو لپاره دا کار له يوه پلوه ښه وو چه دکانکور لپاره تيارې ونيسي خو دبلي خوا دګرمو مناطقو دپاره دڅومياشتو دوخت بيځايه تلل وو .
سلام به هره ورځ دډنډ باغ ته تلی او هلته چه يو ډير ارام چاپيريال وو ترګڼو ونوو لاندي ددرسونو تکرار کاوه ، هوکې اوس هغه دډنډ باغ يو لوی روغتون دی ، اوس هم کله چه ډاکتر سلام فارغه سې نو پر هغه سړکانو قدم وهي او هغه ورځي ورپه ياديږي کوم چه يي ۳۰ کاله مخ کي کتاب په لاس دونو ترسيوري لاندي دويالې پرغاړه ديوه سرنه تربله سره تلی او راتلی او درسونه يې ويل ،هغه زړه پخوانۍ دچنار ونه اوس هم پر ځای ولاړه ده کوم چه سلام به کله کله هلته ډډه لګوله او څوشيبې به هلته ناست وو .
کله چه دکانکور ازموينه نژدې شوې وه،نو سلام نورهم لوستلو ته زور ورکړی وو ،دشپي به يې لږ خوب کاوه ، سلام ډير ډنګر سوي وو ، سترګويي توري الغې اچولي وې ،ستړی او ستومانه ښکاريدی .
بالاخره دکانکورازموينه راورسيدله ، سبا دکانکور دازمويني ورځ ده ، په هم هغه شپه سلام يو څه وختي کتاب کت کړ ،ويي غوښتل چه کافي خوب وکړي او سهار په ارامو اعصابو دازمويني صحني ته ورسي ، خو دبده مرغه ډير ناارامه وو ډول ډول چرتونه ورته راتلل ، تر ډيره ويښ وو خو دشپي په نيمايي کي خوب غلبه پر وکړه او بيده سوی وو .
دسهار دچايو پر وخت کله چه يي مور دکور غولۍ جارو کاوه ، سلام ته راږغ کړه چه دډاکټرۍ فاکولته به وايې که نه وسي نو دمنصبدارۍ يا هغه بله فاکولته چه حاکم ځني راوزي وايې ، دسلام پلار چه خپل زوړ او ارت پتلون اغوستی وو او زړه قره قلي يي پر سروه او دروانيدو تکل يي کاوه دسلام څخه پوښتنه وکړه چه زويه کوم پوهنځی به انتخاب کړي ؟ سلام ډير لنډ جواب کي وويل چه ادبيات ، دپلار تندی يي يو څه تريو سو او چوپ پاته سو ،مور چه يي دسرای جارو خلاص کړی وو ،پوښتنه وکړه چه دادبياتو څخه څه شي راوزي، سلام چه يو څه بي حوصلې سوی وو ،وويل اديب، ليکوال او ښوونکی ، مور يې چه عصبانې سوې وه په خبرو کښې ورګډه سوه ، يعني ښوونکی اوويې ويل چه معلم خو دي پلار دی ، ديرش کاله يي معلمې وکړه نه يي بايسکل نوی سو او نه يي موږ په نس ماړه کړو ،دکوڅې اومحلې غم هم پر ده دی معلم صاحب دا خط خو راته وليکه ، داګروي خط يا داحجت راته وليکه ،معلم صاحب شاهدۍ ته خو راسره ولاړ سه ،معلم صاحب دا وکه او داوکه ، دسلام مور داټولې خبري په يوه ساه وکړی ، يو اوږد اسويلۍ يي وکيښ اوويې ويل چه هو دوه مډالونه يې اخيستي دي چه نه ډوډی کيږي او نه کالي کيږي ، معلميدې خاوري سي ، ډاکټرې ووايه ډاکټرې ، سلام دمور خبره ور پري کړه وويل چه نه موري دښوونکي مقام ډير اوچت دی ، دنړی ټول ډاکتران ،انجينران او پوهان دښوونکي ده برکته دې ځای ته رسيدلي دې ،دسلام پلار چه سريي کښته اچولی وو او داسي معلوميدی لکه مجرم چه دقاضي په مخ کي ولاړوي ، سر يې راپورته کړ او په زړه کښي دخپل زوی څخه ډير خوشحاله سو او دښوونکي پرمقام او تقدس او هسکوالي يې نور هم باور ټينګ سو . دسلام پلار نه غوښتل چه دخپل زوی دذوق او خوښی خنډ وګرزي او دبلي خوا يي غوښتل چه سلام ښه هوسا او ارام ژوند ولري ، نو يي وويل چه زويه مور دي ښه وايي ، خو دډاکټرۍ په څنګ کښي کولاي سې دادبياتو لوست او پلټنه هم وکړي ،څوک خو تا نه منع کوي سلام ته دا معلومه سوه چه پلار يې هم دمور نظر تائيدوي ، دسلام په مغزو کښي کشمکش پيدا سو په چرتونو کي ډوب سو کله به يي سوچ کاوه چه سپينه چپنه يي اغوستي ده او دناروغانو په منځ کي ولاړ دی ، بيا يي تصور کاوه چه تولستوی ګوته ورته څنډی او خوشحال خان خټک ورته په ځير ځير ګوري ، او ورته وايي چه هلکه پام کوه چه خپله لار پري نږدې ، خو دا انديښنه هم ورسره وه چه واړه وروڼه او خويندې يي ښه غذا او جامو ته اړتيا لرې ، ښووني او روزني ته اړتيا لری ، پلار يی هم بوډا سوی دی دهغه تنخوا هم دومره نه وه چه دکورنۍ کفايت وکړي او کيداي سې چه پلار يي تقاعد سي ، پسله ډيرو چرتو نو يي هوډ وکړ چه دمور او پلار خوښه ومني .
پوه نه سو چه څه ډول يي دسهار چای وچښلي ، پلار چه يي غوښته ووزي ، سلام ورږغ کړه چه پلاره نن بايسکل راته پريږده زه دکانکور دازموينې لپاره دارالمعلمين ته ځم ، پلاريې هم همداسي رهي سو او بايسکل يي سلام ته پريښود . سلام ساعت ته وکتل ژر ژر يي پتلون واغوستی ، پسله څومياشتو يې بيا پتلون اغوستی وو ، پتلون پر لوی سوی وو ، نه نه پتلون هم هغه وو بلکه سلام ډنګر سوی وو ، خير په هرصورت دوه قلمان او يوه کلکه دوسيه يي دځانه سره واخيستل او مورته يي وويل چه دعا کوه چه ازموينه په خير تيره کړي ، مور يې وويل چه خدای دي کاميابه که ،سلام بايسکل تر ښکرو ونيوی او دکوره راووت ، يو څه سړه ورځ وه او باران هم ميده ميده اوريدی .
په څو دقيقو کښي دارالمعلمين ته ورسيدی . نور ډير ځوانان او يو لږ تعداد نجوني هم راغلي وې ، دازمويني صحنه مخکي جوړه سوي وه ،چوکياني يو دبله ليري ايښودل سوي وې .دټولو برخه والو پر سينه دپيژندنې کارتونه ټومبل سوي وه ،شاګردان داسي کښينول سوي وه چه دهر يوه شاګرد دڅلورو ګاونډو شاګردانوسره سوالونه توپير درلود ، په صحنه کښي چوپه چوپتيا وه ، دکابل پوهنتون دپاخه عمر او زاړه استادان دازمويني په صحنه کښي ګرزيدل او راګرزيدل ،کله چه دازمويني ټاکلي موده پوره سوه ، دازمويني پای اعلان سو او پاڼي ټولي سوې . شاګردان څوک خوشحاله ، بعضي خپه اويو شمير بې تفاوته وه . سلام دطب پوهنځی لمړی ټاکنه کړي وه ، او دازمويني څخه هم راضي ښکاريدی . کله چه کور ته راغی مور يي پوښتنه ځني وکړه چه سلامه زويه دعاوي مي ډيري درته وکړي ، څرنګه وه ازموينه ؟ سلام ورته وويل موري انشالله ستا دعا خدای ج قبلوي ، دايې وويل او کوټي ته ننوت او خپلي کتابچې او کتابونه يي مخ ته کښيښودل، ښه ډير وخت يي پاڼي سره اړولي او را اړولي او دخپلو جوابونو ارزوونه يي کوله ، او باور يي پوخ سو چه دخيره سره بريالی کيږي . نور نو سلام ټول کتابونه او کتابچې په تاقچه کښي کښيښودل او دځانه سره يي فيصله وکړه چه څو ورځي به مطلق استراحت کوي. او په دي ډول يي ښه پوره خوب کاوه ، څو ورځي خويي هيڅ لوستل نه کول ،تفريح يي کوله او شاوخوا ګرزيدی . کله چه دوي هفتي پوره سوي ، ستړيا يي رفع سوه نو يي په خپلو ذوقي لوستلو بيا پيل وکړ ، کتابونه او مجلي يي دملګرو څخه اخيستل او لوستل يي ، تقريبا يوه نيمه مياشت تيره سوه ، په دغه موده کښي سلام زښت زيات ادبي ، علمي او تاريخي کتابونه او مجلې ولوستلې .
دحوت د مياشتي اخيري ورځي وي ، دپسرلي رنګ په ونو کښي راښکاره سوی وو ، دبادامو ونو تازه شګوفه کړي وه ، دا وني چه څله مسته بادام ورته وايي تر نورو بادامو ژر غوړيږي ، ډير ښکلی ګل لري ،يعني خام ګلابي يا شيرچايي رنګ لري ، دويالو په غاړو کښي شنه کبلي او واښه دمځکي نه زرغونه سرونه را ايستلي وه ، دپسرلي شمال هري خواته لګېدی ، په ټولو ژونديو موجوداتو کښي يو ډول تازګي او خوشحالۍ احساس کيدله ، په همدي ښکلو ورځو کښي دکانکور نتيجي اعلان سوي ، سلام دکابل طب پوهنځی ته کاميابه سوی وو ، ددې خبر په اوريدوسره دسلام موراو پلار ډير خوشحاله سوه. پوهنتون د وري دمياشتي پر دوهمه ورځ پيلېدی ، سلام ډير ژر بايد کابل ته ولاړ سي ، او تراوسه کابل ته نه وو تللی ، او دالمړی ځل وو چه سلام دکورنی څخه جلا کيږي ، سلام ته معلومه وه چه ليليه او ډوډی دحکومت پرغاړه دي .
سلام سبا دخيره سره روانيدی ، دسلام مور په تلوار سره يوه غوټکۍ جوړه کړه ، څو جوړي کالي ، دوي داني پنډ جاکتان او دوه زاړه پتلونان او کميسان په غوټه کښي کښيښودله ، څه کشمش او نخود ، تار او ستن يي هم کښيښودل ، خواږه ولني او سپيرکۍ او کورنۍ کپه يي په وړو کڅوړو کښي واچول او زوی ته يي ورکړه او ورته يي وويل چه زويه مساپري ده که دي پر زړه دردسو يا ارږی دي بد سو دغه به کپه کوي . دسلام پلار دخپل زاړه بکس څخه څه پيسي او يو تور قلم راوايستل او سلام ته يي ورکړل اووويل چه زويه دپيسو دخرڅ سره احتياط کوه . دسلام مور تر ډيره ويښه وه او دروغني ډوډی په پخولو لګيا وه ،شپه نيمی سوي وه چه دروغني ډوډی پخي سوي ، په پاک ټوکره کښي يي وتړلي او بيده سوه ، کله چه سهار سوو نو دسلام مور دوي داني هګۍ په غوړو کي پخي کړي او دچايو سريې پردسترخوان کښيښولي ، سلام دمور او پلار سره سهار وختي چاي وچښلي ، او وروسته يي دمور او پلار لاسونه مچ کړه او رخصت يي واخيست ، خپله غوټکۍ يي پر اوږو کړه او رهي سو ، مور يي سمدستي يوه کاسه اوبه دنيک شګوم لپاره دسرای په دروازه کي پسي وپاشلي ، او کابل ته رهي سوو .
کلونه تير سوه اوه کاله پوهنځۍ او شل نور کلونه وظيفه ، سلام نور ډاکتر سلام ؤ ، دښار مشهوره ډاکتر ؤ .
سلام دخپلو خيالونو اوزړو يادونو څخه بيرته راستون سو او دتولستوی کتاب جنګ او صلح يي دوباره کت او په المارۍ کي کښيښود ، او دسړو شنو چايو پياله يي پر سر پورته کړه .
",سلام خان او دکانکور ازموينه
976,,"
",
977,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٢٦
کابل : له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو په وياړ يوۀ بيان کې افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي د افغان ملت د جهاد په مټ روسان له افغانستانه ووتل خو ٢٥ کلونو جګړو افغانستان ويجاړ کړ اوس هغه وخت رارسيدلی چې افغان ملت يو بل جهاد پيل کړي چې دا جهاد به د بيا جوړونې لپاره وي .
د څه باندې سل زرو ماتو شويو سرو لښکرو وروستی پوځي د ١٩٨٩ کال د فبروري په ١٥ نېټه له افغانستانه ووت .
",کرزی : اوس د بيا جوړونې جهاد فرض دی
978,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٦
کابل : د خوست ولايت والي معراج الدين پټان نن ( دوشنبه ) په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل چې د خوست ولايت اوس ډير خوندي دی .
ښاغلي پټان زياته کړه د خوست په ولايت کې اوس د دۀ په وينا اورپکې دا قدرت نه لري چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي .
ښاغلي پټان وويل اورپکې اوس يوازې په ليرې پرتو غرونو کې پټ وي يوازې د مځکنيو ماينونو يا يو نيم بل غلچکي بريد توان لري .
دۀ وويل له خوست سره که څه هم د ډيورنډ ١٤٠ کيلومتره کرښه غځيدلې خو بيا هم په دا وروستيو کې دغلته افغان ځواکونو امنيت ښه ټينګ کړی دی .
ښاغلي پټان د افغانستان سوداګرو ته بلنه ورکړه چې په خوست کې پانګونه وکړي .
د خوست د ولايت خلک شکايت لري چې د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو په پرتله دغلته نه د ښوونې او روزنې په برخه کې او نه هم د نورې بيا رغاونې په لړ کې د پام وړ کار شوی دی .
د خوست استوګن د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت څخه په سرټکونې وايي چې د خوست پوهنتون ته اصلآ پام نه کوي .
دغه راز د خوست ولايت ﻻ تر اوسه ځايي تلويزيون نه لري حال دا چې د افغانستان د ځينو ولايتونو په ولسواليو کې لا تلويزيوني خپرونې شته .
",خوست خوندي دی ، جوړ يې کړئ
979,,"
ډاکټر طارق رشاد هالنډ
نن د دوشنبې ورځ د ١٣٨٣ لمريز کال د سلواغې د مياشتي ٢٦مه چي د ٢٠٠٥ زېږديز کال د فبرورۍ د مياشتي د ١٤مي سره سمون لري د کندهار ولايت د چارواکو له خوا د علامه رشاد بابا ( رح ) د مقبرې د جوړېدلو کار پيل شو .
د ارواښاد علامه رشاد بابا رح د مقبرې نقشه به د کندهار ښار دشهيدانو د چوک د شهيدانو څلي ته ورته وي ، خولوړ والی به يې د لسو مترو په شاوخوا کي وي .
د علامه بابا رح د مقبرې کار د سلا کار وزير او کندهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي په امر او د کندهار د پاما د رياست د ريس ښاغلي انجنير ننګيالي کاکړ د نقشې پر بنسټ او د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس ښاغلي عبدالمجيد بابي په ځانګړې پاملرنه ترسره کيږي .
دهغه د کار د بشپړېدو او نورو چارو په اړه به نور مالومات په همدې ويبپاڼه کښي وروسته تر لاسه کړئ .
خپل نظر وليکئ او د نورو نظريات ولولئ !
د کندهار ښار ، شهيدانو چوک ، د شهيدانو څلی
",د علامه بابا ( رح ) پر مزار څلی جوړيږي
980,,"
خليلزاد: له طالبانو سره د خبرو دپرمختګ په اړه به ډير ژر يو ښۀ زيري ولرو
په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير، زلمي خليلزاد، وايي د طالبانو له ځيني جګپوړو نماينده ګانو سره د روانو خبرو په ترڅ کي به ډير ژر يوه لوي پرمختګ راشي.
ښاغلي خليلزاد چي د دوشنبي په ورځ يي خبريالانو ته خبري کولي وويل چي د طالبانو د پخواني رژيم دګڼو غړو په منځ کي چي له حکومت سره په خبرو بوخت دي يو شمېر يي دهغه وخت جګپوړي چارواکي وو چي اوس يي پريکړه کړي چي د پخلايني د پروګرام له لاري له اوسني دولت نه ملاتړ اعلان کړي.
دۀ زياته کړه دمګړۍ هم يو شمېر طالب چارواکو داعلان شوي عامي بښني نه په ګټه اخيستلو خپلو سيمو ته راستانه شوي او د پخلايني غوښتني ته يي مثبت ځواب ويلي.
هم امريکايي سفير، زلمي خليلزاد او هم ولسمشر حامدکرزي له هغو طالبانو نه چي د غورځنګ د سر په سړو کي نه راځي په څو ځلي غوښتلي چي له حکومت سره جنګ پاي ته ورسوي او خپلي وسلي په ځمکه کيږدي. دوي ټولو طالبانو ته پرته له مشرانو نه يي چي شمير يي تر ١٥٠ نه اوړي عمومي بښنه اعلان کړي او هڅه کوي چي له اوسني حکومت سره له تيرو دريو کلونو راهيسي د خال خال جګړو روان سرخوږي پاي ته ورسوي. ",ښايي خليلزاد له طالبانو سره موافقې ته رسيدلی وي
981,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٢٦
کابل : د ولسمشر کرزي وياند جاويد لودين ورځپاڼه ليکونکو ته وويل چې ولسمشر کرزی د باميان لپاره يوه ښځه د والي په توګه ټاکي .
ښاغلي لودين وويل ټاکل شوې ده چې حبيبه سرابي چې پخوا د ښځو وزيره وه د باميان والۍ وټاکله شي .
ميرمن سرابي په دې خبر خوښي ښوولې او وايي په دې ډول به د افغانانو ځينې اداب او رسوم هم بدل شي .
دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې يوه ميرمنه د يوۀ ولايت مسووليت ترلاسه کوي .
",په لومړي ځل يوه ښځه والي کيږي
982,,"
",د ښکلا مينه والو ته !
983,نند اره,"
د پاکستان دولت د فبرورۍ په څوارلسمه دلته د اوسید ونکو کډوالو د شمېرنې امتحانی دوره پیل کړه -اصلی سر شمېرنه به د فبرورۍ په درویشتمه نېټه پیل او د مارچ تر څلورمې به دوام وکړی -په دغه سرشمېرنه اوه سوه پنځوس زره ډالره مصرف راځی چې یو-این-ایچ-سی-آر په ځان منلې ده-دوه زره کسان ددې پروسې لپاره په کار ګومارل شوی دی -اټکل دی چې ددې پروسې له مخې به په ټول پاکستان کې درې ملیونه افغانان ثبت او راجستر شی -
",په پاکستان کې د افغان کډ والو سر شمېر نه
984,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧
کابل : په افغانستان کې د متحدو ايالاتو سفير او د ولسمشر بوش ځانګړي سلاکار تېره شپه خبر ورکړ چې د رالويدلې کام ايير پيدا شوې توره بکسه به امريکا ته ليږي چې د الوتکې د رالويدو په برخه کې پلټنې وشي .
ښاغلي خليلزاد څرګنده کړه چې دا توره بکسه د خلکو د باورونو خلاف د الوتک چلونکي او د هوايي ډګر د مسوولينو ترمنځ د خبرو ريکارډ نه لري .
افغان الاصله امريکايي سفير زياته کړه په دې تورې بکسې کې به يوازې د الوتکې په باب معلومات وي چې ښايي د لويدو دلايل ترې روښانه شي .
",د کام ايير توره بکسه امريکا ته ليږل کيږي
985,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧
کابل: له اسلام اباد څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير پرون ( دوشنبه ) له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر بيا جوړولو خبرې اترې کړي دي .
جک سټرا به په دغۀ سفر کې درې ورځې په پاکستان کې تيروي . د پاکستاني مقاماتو له خولې ويل شوي چې ښاغلی سټرا به د افغانستان له مسالې سره جوخت د هند و پاکستان پر اړيکو هم خبرې کوي .
",برتانوی وزير له پاکستان سره پر افغانستان غږيږي
986,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧
کابل:افغان ولسمشر حامد کرزي نن ( سه شنبه ) د برتانيا له لومړي وزير ټوني بلير سره پر تيلې فون د خبرو پر وخت په افغانستان کې د مخدره توکيو په باب خبرې اترې وکړې .
د ولسمشرۍ له لورې په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې راغلي چې دغه خبرې د افغانستان پر وخت د ماښام پر شپږو بجو ترسره شوې .
تمه ده چې سبا ( چارشنبه د سلواغې ٢٨ ) به د برتانيا د بهرنيو چارو وزير جک سټرا کابل ته راځي او دلته به له افغان چارواکو سره خبرې کوي . ",ولسمشر کرزي له ټوني بلير سره خبرې وکړې
987,,"
",
988,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧
افغان ولسمشر حامد کرزي د هند د بهرنيو چارو له وزير، نتوار سينګ، نه چي د سي شنبي په ورځ يي له کابل څخه ليدنه وکړه غوښتي دي چي هيواد يي دهغه غازد نل ليکي له پروژي نه چي له ترکمنستان نه پاکستان ته د افغانستان له لاري تيريږي ملاتړ وکړي.
د غازو د نل ليکي دغه پروژه چي څو ځلي د سيمه ايزو، امنيتي او نورو دلايلو لامله ځنډيلي که د افغانستان له لاري پياده شي، دې هيواد ته د کال د٣٠٠ ميليونو ډالره په ګټه تمام شي.
ښاغلي سينګ، نن له کابل نه ليدنه وکړه او په ولسمشر کرزي برسيره يي ددفاع له وزير، رحيم وردک، روغتيا وزير سيدامين فاطمي او د بهرنيو چارو وزيرعبدالله عبدالله سره د دوواړو هيوادو په اړيکواو مرستو سره خبري وکړي.
کتونکي په دي باور دي چي د نل ليکي غزول به هغه وخت شوني وي چي د ترکمنستان څخه راتلونکي ګاز د هند سترو مارکيټونو ته هم له همدي لاري ورسيږي.
د ښاغلي سينګ د سفر موخه د افغانستان او هند تر مينځ د ديپلوماتيکو او سوداګريزو اړيکو ټينګول او د افغانستان د بيارغاوني لپاره دپخوانيو ژمنو باندي ټينګار کول وو. په نوي ډهلي کي ځينو حکومتي سرچينو خبر ورکړي چي ښاغلي سينګ به چي له کابله وروسته اسلام اباد ته ځي ددواړو هيوادو له چارواکو سره د سوداګريزو توکو د ليږد په اړه خبري وکړي.
له بلي خوا، ټاکل شوي ده چي د برتانيي د بهرنيو چارو وزير، جک سترا، د چارشنبي په ورځ په يوۀورځني سفر کابل ته راشي. هغه به له ولسمشر حامدکرزي، له خپل افغان انډول عبدالله عبدالله او دفاع وزير رحيم وردک سره وګوري.
په کابل کي د بهرنيو چارو وزارت په يو ليکلي بيان کي ويلي چي ښاغلي سترا به له افغان چارواکو سره په افغانستان کي د امنيت د ښه کولو، پوځي مرستو، د نشه ئي توکو په ضد دهڅو په ګړندي کولو اوپه نورو سيمه ايزو چارو خبري وکړي.
برتانيه په افغانستان کي د نشه ئي توکو د ضد نړيوالي مبارزي مشري کوي او هم په سوله ساتو او هم په ايتلافي ځواکونو کي سرتيري لري چي د کابل په شمول په بيلابيلو ښارونو کي ميشت دي. ",کابل ته دبهرنيو وزيرانو پرله پسې سفرونه
989,خالدهادي,"
ښاغلی حنان حبيبزی د ١٩٧٧ زېږديز کال د فبرورۍ د مياشتې پر ١٢مه نېټۀ د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله ګي د شينوارو په کلي کې زېږېدلی دی
ښاغلی حنان حبيبزی د ١٩٧٧ زېږديز کال د فبرورۍ د مياشتې پر ١٢مه نېټۀ د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله ګي د شينوارو په کلي کې زېږېدلی دی .
منځنۍ زده كړې يې په پيښور كې د سيد جمال الدين افغان په ليسه كې تر سره کړي او په ۱۹۹۶ كال كې د بغلان پوهنتون ( چې په هغه وخت كې د ناصر خسروي بلخي په نامه يادېده ) د ساينس له پوهنځي څخه فارغ شوی دی .
ښاغلی حبيبزی د خپلو ورځنيو ژورناليستيکو چوپړونو تر څنګ په هيواد کې دننه او بهر بېلابېلو ويبپاڼو ، ورځپاڼو ، مهالنيو او مياشتنيو خپرونو سره قلمي همکاري لري . او تر اوسه يې په لسګونو بېلابېلي څېړنيزي او مالوماتي ليکنې خپرې شوي دي .
د اوس لپاره ښاغلی حبيبزی د افغانستان په شمال کې د بي بي سي خبريال دی .
چاپ شوي اثار :
د هندوكش ازانګې شعري ټولګه
د شمالي ولايتونو تاريخي اثار تاريخي اثارو ته کتنه
( نا چاپ )
د لنډو كېسو ناچاپه ټولګه
اې لورې كتاب ژباړه ( ناچاپ )
د بيلا بيلو مقالو ناچاپه ټولګه
د ښاغلي حنان حبيبزي د شعر بېلګه :
خوب
د تنهاييۍ په زوړ پالنګ كې
سترګې پټې چې په خوب وكړم
ها تصوير دې
په نخرو كې را روان
راته له لرې
ځوروي مې كړوي مې
نه پوهيږم چې جادودی
او كه هسې خوب خيال
يا احساس د خوږې مينې
چې ګرځيږي راګرځيږي
زما د ذهن پر ګنبزو
سزا
ملګرو !
كرۍ شپه مې
د ليوني زړه سره په دعوا وم
هغه ويل زما د ژوند قاتل؟
هغه چې په تكه سپينه ورځ
د مژګان په غشو زه ويشتلم
له ما ورك دى
ما ويل ته د خيال پر دښته پلى
يو اواره يې
ليوني منله زما خبره كله
هغه خپل شليدلى ګريوان
او پرهار پرهار ټپونه
پر اوښكو ډكو سترګو
ما ته ښودل
ما په حيرت دده ټپو ته كتل
ده ويل يوې ښكلې
تش پر كتو دا سزا راكړې ده .
وچــــكالي
لويه خدايه لويه خدايه
وشوه دا څه ټكه چې
پيرزو دې يو څڅواكى
زما پر پټي نه كړ
هيلې كرونده مې
روږدې په باران وه
خړوبه به هم تا كړه
په شيبو شيبو باران
د للمې كرونده مې
لښتۍ به وې روانې
په كښت كې مې د للمې
اوبلۍ به بريښېدله
د غرونو لاروي ته
ګناګار به خدايه زه يم
خو غنمو دا خوار كښت مې
ماشوم دى بې ګنا دى
بې چاره كوچي دا ميږي
بې زبانه بې زيانه
بې ازاره بې ګنا دي
روزي يې تړل كيږي
وچكالۍ كې لويه خدايه
ستا لويه هستي خو
اوبو باندې ژوندۍ ده
جل وهلي خړ ډاګونه
څكې سترګې پاتې
ستا يو څڅكاوى خو دوى ته
زندګي ده
ونازوه خدايه
څاڅكو باندې بيا ته
رحمت له مى خانې نه
چې وغړوي دوى هم
د غاټولو سره غالۍ بيا
او رنګين رنګين فرشونه
له ګلانو نه اوبدلي ..
", حنان حبيبزى
990,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧
د ٢٠٠٥ د فبروري ١٥ مه .
کابل : د پخواني شوروي اتحاد له جمهوريتونو څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې د فبروري ١٥ مه نېټه له افغانستان څخه د سرۀ پوځ د ځواکونو د وتلو په وياړ ښه په درناوي لمانځل شوې ده .
د مسکو د بري په پارک کې ګڼ شمير کسان ټول شوي و چې په افغانستان کې د وژل شويو روسانو يادونه وکړي .
د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له ١٠ کلنو جګړو وروسته د ١٩٨٩ کال د فبروري په ١٥ مه نېټه له افغانستانه وتلو ته اړ شول .
په دغو جګړو کې ١٥ زره سرې لښکرې تس نس شوې او په زرګونو نورې يې ټپي ستنې شوې .
بل پلو په بشکيک کې د قرغزستان ولس هم دغه ورځ د خپلو وژل شويو سرتيرو لپاره ولمانځله .
د قرغزستان د ولسمشرۍ د ګارډ مشر جنرال عبدي ګل جاتيوف په پلازمېنه بشکيک کې وويل چې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د ١٠ کلن يرغل په ترڅ کې ٥٠ زرو قرغزي سرتيرو ونډه لرله .
دغۀ قرغزي جنرال وويل چې په افغانستان کې يې ٢٤٢ پوځيان وژل شوي او په سلګونو نور پکې ټپيان شوي دي .
د قرغزستان په ګاونډ قزاقستان کې هم دغه ورځ د خپلو وژل شويو سرتيرو لپاره ولمانځل شوه .
په پلازمېنه الماتې کې په زرګونو کسان غونډ شوي و او د بې نومه سپاهي مجسمې ته يې د ګلانو ګيډۍ اېښودې .
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو په استازيتوب د قزاقستان ٢٢ زره سرتيري په جګړه بوخت و چې له هغو څخه ٨٩٨ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپيان شول .
د قرغزستان او قزاقستان دواړو هيوادونو څخه لا هم نژدې ٤٠ تنه سرتيري په افغانستان کې ورک دي .
د پخواني شوروي د ځينو نورو جمهوريتونو څخه هم داسې خبرونه راغلي چې د خپلو وژل شويو پوځيانو يادونه کوي .
د شوروي د سرو لښکرو په يرغل کې د ځينو اټکلونو تر مخه يو نيم ميليون افغانان ووژل شول خو د سرو لښکرو د ماتې په دې ورځ اوسني افغانستان د پام وړ غونډې او منډې نه لرلې .
",د سرو لښکرو د وتلو ورځ
991,ننداره,"
پېښور- دپښتونخوا د یو کومیډي شاعر ظفر خان ظفر د کومیډي ها يکو ګانو لومړۍ ټولګه [د ناوې لور] چاپ شوله -هایکو د جاپان شعري صنف دی چې دې نه مخکې هم پرې د افغانستان او پښتونخوا شاعرانو کار کړی دی -خو د ناوې لور له ځانه سره ډېرې زړه راښکونکي نخرې راوړی چې مینه وال به یې له څنګه و نه خوزیږي -د ناوې د لور د نخرو دوه بېلګې ستاسو له پاره په انټر نټ یې ویل د څوارلسو یم چې راغله ښځه دشپېتو کالو وه ما هم د ځان په ځای نیکه له وکړه -------------------------------نا جوړه غوا یې هسپتال ته بوتلههغې ډاکټر په ژبه وسټلومالک یې ویل جوړ ورته سخی ښکاره شوې
",د ناوي لور- را ورسېده
992,,"
",
993,,"
د سلواغي ٢٨مه، ١٣٨٣
کابل: د برتانيي د بهرنيو چارو وزير، جک سترا، نن غرمه کابل ته راورسيد تر څوله افغان مشرانو سره د نشه ئي توکو په ضد دروانو هڅو په اړه خبري وکړي. دي به له ولسمشر حامد کرزي او د دفاع او بهرنيو چارو له وزيرانو سره وګوري او د ورځي په اخير کي به بيرته ستون شي.
دددواړه خواوو په منځ کي به د برتانيي او افغانستان اړيکي، سيمه ايزي چاري او د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه وڅيړل شي خو د خبرو د منځ ټکي به د نشه ئي داروګانو په ضد مبارزه وي.
برتانيه همدا اوس په افغانستان کي د نشه ئي توکو په ضد دنړيوالو منډوترړو مشري په غاړه لري.
د سي شنبي په ورځ ښاغلي کرزي د برتانيي له لومړي وزير، ټوني بلير، سره په ټيليفوني خبرو کي هم په همدي موضوع خبري وکړي او د حکومت ژمنتيا يي د نشه ئي توکو په له مينځه وړلو کي څرګنده کړه. همدارنګه دواړو مشرانو د هغو بزګرانو لپاره چي د کوکنارو په کرلوورځنۍ ګوزاره کوي د بديل ژوندچاري په پيدا کولو باندي ټينګار وکړ. ",دبرتانيي دبهرنيوچارو وزير کابل ته راورسيد
994,سورغر توخى,"
تيره ورځ دنړيوال خوراکي سازما ن له خوا زابل ته ٤٠٠ ټنه خوارکي توکي رسيدلي دي
داموادپه زابل کي هغو پنځوولسواليوته چي له نورولسواليو او دکلات له ښارسره يې لاري دزياتي واوري له کبله بندي شوي و ې او په نوموړوسيمو کي دځايي اوسيدونکو په وينا دتوري ټوخي او والګي مرضونو هم زوراخيستى وه چي په هغي کي اتغر ،شملزو،کاکړانو ،شينکۍ او نوبهار ولسواليو ته دچورلکو لاري رسيدلي دي .""
چي پر خوراکي موادو سربيره په دې بشري مرستوکې دارو درمل هم شامل دى .
په کندهار کې دملګروملتو دفتر ويلي دي چي دوى به ډير ژر روزګان او نيمروز ولايتونو هغو سيمو ته چي داورښتنوله کبله يي لاري تړل شوي هم مرستي ورسوي.""
ديادوني وړده چي په زابل کي په دي ورستيوکې دتوري ټوخي اووالګي دمرضونوله امله ٥١ تنه وژل شوي وه اودلاري دبنديدوله امله په سيمه کې خوراکي توکي هم مخ پر ختميدو وه .
",زابل ته نړيوالي بشري مرستي ورسيدې
995,سورغر توخى,"
په راروانو دواونيو کي به دکندهار دښکلالپاره به ٣ سوه زره نيالګي کښينول شي
په دې ورستيوکې دکندهار نوي والي ګل اغا ٢٨٠ سوه زره نيالګي دکندهار ښار په لارو کوځو واټونوکي دکښينولو هوډ کړى وه چي وروسته په کندهار کي ورا موسيسي ددي نيالګيو شماره ٣ سوه زروته لوړه کړه .""
په کندهار کي دورا موسيسي ١٢٠٠٠٠ زرو نيالګيو مرسته وکړه چي په روانو دواونيو کي به دښار په لاروکوځو واټونو تم ځاينوکي کښينول شي .""
دياونې وړده چي په دي ورستيوکې چي ګل اغا شيرزي کندهار ته دنوي والي په صفت راغلى دى پر دي کار سربيره يي دکندهار په ښار کې دماسټر پلان په عملي کولو هم لاس پوري کړى دى چي په دې کي تجارتي مارکيټونه بايپاس سړکونه او دښکلوڅلورلارو،لوړومنارونو او ددوه ٢ پارکونو چي يويي دښځولپاره او يو يې دنارينو لپاره شروع کړي دي او هم يې دکندهار په جنوب ختيځ کي کي د٦٠٠٠٠ زرو په نوي عصري سيسټم په پاخه ډول دلوړو منزلونو دکورونوجوړولو پر کار ونو لاس پوري کړى دى .
",د کندهار ښار په سلګونو زره نيالګيو ښکلی کيږي
996,,"
",
997,,"
د برتانيي د بهرنيو چارو وزير، جک سټرا، چي نن يي له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل اعلان وکړ چي ددۀ دهيواد په افغانستان کي د نشه ئي توکو په ضدد(مرستي) کچه دوه برابره کوي. په دې سره به د برتانيي نشه ئي توکو ضد د ٥٠ ميليونو ډالرو ژمنه ١٠٠ ميليونو ته رسيږي چي د ١٣٨٤ ليږديز لمريزکال په اوږدو کي به مصرف شي.
ښاغلي سټرا وويل چي نشه ئي توکو په برتانيه کي د ډيرو خلکو ژوند ويجاړ کړي دي. دۀ دا ومنله چي دا يوه ګډه ستونزه خويو ګډ مسئوليت دي چي افغانستان له نشه ئي داروګانو نه خلاص کړي. هغۀ افغانستان ته د خپل هيواد په اوږدمهالي ژمنتيا ټينګار وکړ او ويي ويل چي ددواړو هيوادو تر مينځ به ستراتيژيکه ملګرتيا تر هغه دوام وکړي تر څو چي يي افغانان غواړي. هغه له خپل افغان انډول ډاکټر عبدالله او دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ سره هم وکتل.
افغانستان تېر کال د نړۍ ٨٧ سلني اپيم توليد کړ چي دادنشه ئي توکو د توليدد نړۍ په کچه تر ټولو لوړه اندازه ده.
برتانيه په افغانستان کي د نشه ئي توکو په ضد د نړيوالو منډوترړو مخکښه ده.
",برتانيه د نشه ئي توکو په ضد دهڅو روپۍ دوچنده کړې
998,,"
د(هيواد) مياشتنۍ سياسي او ټولنيزي مجلې د دوهم خپرنيز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه .
د نوموړي خپروني بنسټ ايښودونکی او دامتياز خاوند ښاغلی محمدداود عابدي او مسوول مدير يې سلطان محمود صلاح دی .
د هيواد په دې ګڼه کښي تر سرمقالې وروسته دا ليکني چاپ شوي دي :
انتخابات او دخلکو انتيک دريځ
اموزش وپرورش
امريکايي په چادرۍ کي
په کابل کي د امريکا سفارت
جانشين اخرين ميانه رو
تاريخ دوه رنګي نه مني
افغان د تعصبونو ښکار
افغانستان اوسني حالات
قرآني کيسې
دموکراسي په تله کي
هيواد په خپلو ډيرو ليکنو کي پر اوسني دولت ، او د امريکايانو پر شتون په پرله پسې ډول سختي نيوکي کوي ، د اوسنۍ ګڼي د مخ او شاپر پښتۍ يې هم د ستومانه امريکايي عسکرو انځورونه ځای کړي دي .
د هيواد مجلې په اړه نور مالومات له لاندي پتو ترلاسه کړئ
د هيواد سياسي خپروني برېښناليک پته داسي ده : grang1312@yahoo.com
ټيلفون پاکستان :00923005921322 ټيلفون امريکا: 0018184687105
",(هيواد) مياشتنۍ
999,پوهنمل محمود نظري,"
دکج غيږ",دکج غېږ
1000,حنان حبيبزى = مزار شريف,"
حنان حبيبزى - مزار شريف ",وچكالۍ په مخه دې ......
1001,سعيد لودين - کاناډا,"
غزل
چي ورته څــــــو ځله مي خولې څخه ښرا ووته
خدای سته هغــو ته مي له زړه څخه دعا ووته
د څـــــــو تـــــاريکو واعظــــانو د ګفتار اثر وو
چي مـــــــو لـــه ذهـــــن او له زړه څخه رڼا ووته
دې ډبـــــرين ښـــــــــار کي وګړي مينه نه پېژني
ځکه له سترګو مي پسته اوښکه په غلا ووته
چي ته دلې وې زمــوږ قلا به هم روښانه وه تل
چي ته رهي ســــوې زموږ له کوره هم رڼا ووته
دې ربـــاطونو کي سعيــــــده آدم خور اوسېږي
دغــه مظلــــومه قـــــافله ولي تنهـــــــــــا ووته ؟
",غزل :: دغــه مظلــــومه قـــــافله ولي تنها ووته ؟
1002,سعيد لودين - کاناډا,"
غزل
زمـــوږ د تياره ښار د لښکر عجب بدرنګ سالار سو
د خپــــــلو وينې يې چښــلې خـــــو د ننــګ ســالار سو
چي پـــه خپل غېــــــږ کي يې ســــاتلئ او روزلئ و تل
د هغـــــــــه کلي پــــر ضد ولاړئ د اورنګ ســـالار سو
خـــــــــدای خبر دا بېــــړۍ به څـنګه تـــــر منـــــزله رسي
په دې اسمان غوندي درياب کي مو نهنګ سالارسو
ته په لمــــــــونځونو ، طوافــــــونو دې مقـــــام ته رسې
ذاهـــــــده زمــــوږ پر دغه لار د رباب ترنګ سالار سو
سعيــــــــده دلته حـــــــــق ويلو ته ســــــوځل ســـــــزا ده
ځـــــــکه و دې نمـــــرودي ښار ته مو پتنګ سالار سو
",غزل :: د خپــــــلو وينې يې چښــلې خـــــو د ننــګ ســالار سو
1003,هدايت الله هدايت - استراليا,"
څېړونکی: هدايت الله هدايت - استراليا
ايا لِبنان او سيمه د نوي کړکېچ خواته ځي ؟
( د لبنان وژل شوی لومړی وزير رفيق حريري )
د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق حريري وژنه چي د دوشنبې په ورځ د فبروري پر څوارلسمه نېټه په بيروت کې د يوې تروريستي عمل په جريان کې تر سره سوه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونود دولتونو د مشرانو لخوا په ډېر شدت سره وغندل سوه .
دملګرو ملتو دامنيت شورا هم د رفيق حريري د وژني غندنه کړېده او کوفي عنان د ملګرو ملتو سازمان عمومي منشي د يوې بيانيې په ترڅ کې غوښتي دي چې ددې ترور په اړه دي يو ګزارش جوړ سي.
دامريکاد متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په سوريه کې خپل سفير د يوې بېړنۍ مشورې دپاره واشنګټن ته را وغوښت او د حريري د وژني په هکله يې د سوريې و دولت ته د خپل خښم يادداښت سپارلی دی . امريکا لا پخوا دا تور لګاوه چې دسوريې دولت د تروريستي ډلو نه ملاتړ کوي.
خو سوريې لا سم دستي درفيق حريري د وژني تروريستي عمل په کلکه غندلی او هغه يې يو لوي جنايت بللی دی.
داسي ويل کېږي چې په بيروت کې دا چاودنه ، مرګ ژوبله اوډېري ورانۍ چې يې رامينځته کړيدي ديوه ډېر پېچلي او پر مختللي تروريستي عملياتو په څېر پلي سوېدی کوم چې عاملين يې دډېرو لوړو امکاناتو نه بر خورداره وه. دې چاودني چې د رفيق حريري او ١٥ نورو د وژني موجب و ګرځېده په لبنان کې يې يو ځل بيا د يوې لسيزي ثبات او کرارۍ نه وروسته د وحشت او وېري فضا را مېنځته کړه.
دلبنان او ددې سيمې حالات او ځانګړتياوي داسي سره شاربل سويدي چې د نفاق او بېلتون يو کوچنوټی بڅرکی کېداي سي چې دا کوچنی خو ډېر حساس هېواد د يوه نوي او ډېر لوي بحران و لوري ته ور کش کړي.
لبنان چې د تاريخ په اوږدو کې د بېلابيلو اديانو او طايفو د سوله ايزه او ګډ ژوند ډګر وو، د تېري پيړۍ د اويايمو او اتيايمو لسيزو په اوږدو کې د يو لړ کورنيو، سيمه ايزو او نړېواله عواملو په نتيجه کې د يوه پنځلس کلن کورني خونړي جنګ شاهد وو. ددې جګړې په وجه په زرګونو تنه بېګناه مسلمانان او مسيحيان ووژل سوه او ډېر ستر مالي زيانونه يې و ګالل.
دې هېواد د کال ١٩٩٠ را پدې خوا په تدريج سره د ملي پخلايني او سولي پر لوري ګام واخيست او په لبنان کې د بېلابيلو ښکېلو خواوو او ډلو خپل مېنځې خوابدۍ او اختلافونه يوې خواته پرېښودله.
په کال دوه زرم کې د صيهونيستي لښکرو د ماتې نه وروسته اسرائيلي پوځيان ددې هېواد نه وتښتېدل او لبنان يوځل بيا د سيمي او د نړۍ د ملتونو د پام وړ وګرځيد.
ددې هيواد د بيا جوړوني اود اقتصادي پياوړتيا په لوري حرکت چې د مرحوم حريري په توجه او تلاښ سره پلي سو ددې باعث و ګرځېده چې دا هيواد يو ځل بيا خپل مناسب ځاي دسيمي په اقتصادي ژوند کې پيدا کړي.
د رفيق حريري وژنه چې د لبنان دسولي او امنيت په ټينګولو کې يې ډېر وړ رول لوبولی وو اوس دا سوال را پيدا کيږي چې څوک ددې وژني نه ګټه پورته کوي.
داسي برېښي چې سيمه ايزه او نړېواله ځواکونه لکه د اسرائيلو صيهونيستي رژيم او د امريکا اداره غواړي يوځل بيا لبنان د کورني بحران و لورې ته راواړوې څو په دې ډول خپل پوځي او سياسي برﻻسی حضور د مېنځني ختيځ او د مديترانې په دې سيمه کې تثبيت کې.
دملګرو ملتو سازمان ١٥٥٩ پرېکړه ليک چې د امريکا او فرانسې په ملاتړ تصويب سو دلبنان ددولت نه غواړي چې خپل مځکنی تماميت د اشغالي سيمو په ګډون چې همدا اوس د لبنان د حزب ا لله په کنترول کې دي وساتي. په دې پريکړه ليک کې همدا رنګه د سوريې نه غوښتل کېږي چې خپل پوځونه د لبنان نه و باسي کوم چې همدا اوس يې ١٤ زره پوځيان په لبنان کې ځاي پر ځاي دي. سوريې او لبنان دواړو دغه پريکړه ليک رد کړی او هغه يې په خپلو کورنيو چارو کې لاسوهنه بللی ده. خو امريکا اوس هم پردې ټکي باندي ټينګار کوي چې دغه پريکړه ليک بايد پلی او سوريه بايد خپل پوځيان د لبنان نه و باسي! امريکا په دې ډول غواړي په لبنان او سيمه کې و خپل سياسي نفوذ او پياوړتيا ته ﻻ نور هم تازه تحرک ورکړي.د امريکا اواسرائيلو اصلي هدف دادی چې د سوريې او لبنان معنوي او فزيکي اړيکي سره و شلوي او په سيمه کې د سوريې د نفوذ او قوت اندازه کمه کړي.
ځيني کار پوهان په دې باور دي چې د امريکا او اسرائيلودداشاني لاسوهنو او حرکتونو اصلي هدف نه يوازي په لبنان کې د بحران او تشنج زېږول دي بلکه د سوريې د سياسي انزوا او بېلوالي په لاره کې چې د مينځني ختيځ په سيمه کې ډېر با ارزښته ځاي لري، هم يو څرګنده ګام دی. سره ددې چې د لبنان زياتره خلګ او ددې هيواد دولت د سوريې د پوځ د شته والي سره توافق لري او هغه په دي بحراني هيواد کې د ثبات او قراری عامل بولي خو که په داسي يو کړکيچن حالت کې د سوريې پوځيان د لبنان نه ووزي نو دا به داسرائيلو او امريکا دسياسي او پوځي مانورو د پاره ډېره لويه لاره خلاصه کړي.
اوس خو ډېر په دې باور دي او شواهد هم دا ښئي چې ددې تروريستي عملياتو تر شا چې په ډېر دقت او پيچلي ماموريت سره پلي سو يوازي کېداي سي چې د اسرائيلو د جاسوسي د سازمان د غړو لخوا چې پخوا يې هم د لبنان د چارواکو په هکله تر سره کړېوه، اجراء سي. اسرائيل غواړي چې د لبنان د سياسي رهبرانو په له مينځه وړلو سره که څه هم ددوي سره د ښو اړيکو غوښتونکي وي په دې هېواد کې د خپل حضور دپاره شرايط برابر کړي. تجربې هم دا ښودلې ده چې په لبنان کې ثبات او امنيت هيڅکله د اسرائيلو په ګټه نه وو.
د رفيق حريري په وژلو سره چې په لبنان او نړۍ کې يې ډېر ملاتړي درلودله اوس يې د لبنان حالات ډېر پېچلي کړيدي او ډېر په دې باور دي چې د حريري وژنه د مينځني ختيځ سيمه چې تازه يې په سوله او امن باندي باور پيدا کاوه که ددې سيمې هيوادنه په کورنيو شخړو کې را ښکېل نکړي نو يو لوي بحران به ضرور پکښې را مينځته کړي.
دلبنان ولس به اوس په ډېره هوښياری سره د خپل ملي وحدت په ساتلو او هغوي ته د لومړيتوب د حق په ورکولو سره به په دې و توانېږي چې داسرائيلو د نقشو او پر لبنان باندي د هغوي د بيا تسلط مخه ونيسي.
",ايا لِبنان او سيمه د نوي کړکېچ خواته ځي ؟
1004,عبدالهادي ريشأ - کراچي,"
ونګه، ونګه
بل مي پاروي ورور ته پـــه جنــګ ســـره
موږ نابود وي په هر نيـــرنګ ســـــره
يو افغان يې څو ځايـــه وېشــــلئ دئ
هر يو يې رنګړي په بــل رنــــګ سره
سانــدي دي بــغاري، سوي کــرږي دي
وړکي په زانګو کي په غورځنــګ سره
ګوري مور و پلار تــــه ژبه نــه لري
داسي ورته وايي په ونګ، ونګ سره
دا هيواد نيکو درتــــــه سپــــارلی دئ
وې ساتئ ترموږ پوري په ننګ ســـــره
مه پرېږدئ و مــوږ ته اينده بــــدۍ
يو سئ، متحد سئ په دړدنګ سره
ستاسي په يو والي کي بقا ده زموږ
واياست د ورورۍ اهنګ په شرنګ سره
ماته د ماشوم پـــــــر حــــال ژړا راغله
زړه د ريشـأ وسو په سـو ځنګ ســره
کراچي ١٣٧٣لمريز کال ",ونګه ونګه :: ساندي دي بغاري، سوي کرږي دي . . .
1005,عبدالله احسان - هالنډ,"
بېنوا فرهنګي ټولنه - افغانستان
( بېنوا فرهنګي ټولنه وياړي چې يوځايي يې ١٨ کتابونه چاپ کړل)
( د اوونۍ پېلوزی )",بېنوافرهنګي ټولنه وياړي چي يوځايي يې ١٨ کتابونه چاپ کړل
1006,,"
",
1007,,"
",
1008,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٩
کابل: يوۀ لوړ پوړي افغان چارواکي د بينوا وېبپاڼې ته خبر ورکړ چې ولسمشر حامد کرزى راتلونکې اوونۍ سعودي عربستان او هند ته په سفر وتونکى دى .
دغۀ چارواکي چې د خپل نوم له ښکاره کولو يې ډډه وکړه وويل چې ولسمشر کرزى به لومړى سعودي عربستان ته ځي او ورپسې به په هند کې د هغۀ هيواد له چارواکو سره ويني .
زموږ د سرچينو په باور په دې سفر کې به ولسمشر کرزى پر سوداگريزو چارو خبرې کوي .
د يادونې وړ ده چې همدا روانه اوونۍ د هند د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغلى و چې د سفر په ترڅ کې ولسمشر کرزي ورڅخه وغوښتل چې له ترکمنستان څخه د افغانستان په لاره د غازو د غځېدونکې نلليکې ملاتړ وکړي .
",کرزى سعودي او هند ته ځي
1009,,"
٢٩ د سلواغې ١٣٨٣
د مزار شريف په دوو ښوونځيو کې د پاکستان څخه نوي راستنې شوي ٧٠ کورنۍ په سړه سيلۍ کې د ډيرو سختو ستونزو او کړاونو نه ډک ژوند تيروي.
دوي د ښوونځيو په يخو کوټوکې له فرش پرته ژوند کوي او د ژمي دې يخنۍ ته په پام سره د اغوستلو لپاره هيڅ هم نه لري.
يواځي يو څه خوراکي توکي د ملګرو ملتونو د کډوالو د سازمان له خواورسره مرسته شوي ده خو دغه وګړي واي چې دوي له دولت څخه د زياتو مرستو غوښتنه کوي.
",د پاکستان څخه د راستنوشوو کډوالو ستونزي
1010,,"
جرمني : ١٣٨٣ د سلواغې ٢٩
د افغانستان د ښوونې او روزنې مخکينى وزير ومړ
کابل : اکادميسين فقير محمد يعقوبي تېره شپه ( د سلواغې ٢٨ ) په جرمني کې ومړ .
ارواښاد ٧٥ کلن و .
نوموړي پخوا د افغانستان د ښوونې و روزنې د وزير په توگه کار کړى دى .
",اکاډيميسن يعقوبي ومړ
1011,عبدالناصر (ريشاء) - لندن,"
دروند خوب
د افغـــا ن غښتــــــلې ځوانه ، لــــــــــــــه خوبو کله پاڅېــــږې؟
لــــمر خــــــــــــتلی ټـــول رهي سول ته به کــله چمتــــو کېـــږې؟
ستــا لټي ډېــــر تاوان پېښ کئ ،دکلــونو،اوقــــــــــــــرنو نو
پـــره دو کــــور او کــلۍ چور کړ، ﻻترڅو نه په پــــــوهېږې؟
چـي د پلار څه وه درته پاته, ټوله چور سوله نيستي سول
اوس مــلنډي بانـــدي کيږي، تـــه لا غــلی پاته کېـــــــــــــږې؟
تـر (نيکه) دي پزه پــرې ده، تر (بابا) پوري رنـــــګ زرده
اخـــير دوی تـه به څــه وايي؟ پرغفلت دي نه شـرمېږې؟
ژونـد ســـزا دخـوند، مينــدو نه د وړکو څه ښادي سته
دوی دي ستا د لاس په تمه، ته لا، لاس پر لاس غولـــېږې؟
",دروند خوب :: د افغـــا ن غښتــــــلې ځوانه
1012,,"
علامه رشاد بابا ته د لمبې ځانګړې شوې ګڼه له چاپه راووته
د لمبې پر له پسې لسمه او يوولسمه ګڼه، چي اروا ښاد علامه رشاد بابا ته ځانګړې شوې، د يو سل او يوولسو مخونو په لرلو سره له چاپه راووته .
په دې ګڼه كي د علامه رشاد بابا د دردناكي مړيني له امله د قلم د څښتنانو لنډ نظرونه، د علامه بابا د ژوند وروستۍ،ارزښتناكه مركه، او همداراز د علامه بابا په ياد كي د بېلابېلو مشهورو او نوموتو ليكوالانو ليكني او پېرزويني لوستلاى شئ، د يادوني وړ ده چي په دې ګڼه كي د علامه باباد ښكلو انځورونو څلور مخيزه رنګه البوم هم چاپ شوى دى .
",ځانګړې (لمبه )
1013,د نوې هيلي اداره _ سويډن,"
حبيب الله غمخور
١٧_فبروري ٢٠٠٥ ز.
دا درې ورځي کيږي چي په کابل کي زموږ دهيواد يو بيوزله شاعر او ليکوال ښاغلي غلام رسول خوشبخت چي دروان کال د ميزان دمياشتي په ٢٣ ورځ د تارياکو د قاچاق په تور له شمالي څخه کابل ته درا گرځيدو پر مهال دخيرخانې دکوتل د تلاښۍ دپوستې د وسله والو له خوا تر تلاښۍ وروسته نيول شوی دی . دده په وينا بېله دې چي هغه پخپل جرم خبر شي د ستري محکمې په حکم او پرېکړه د دوو کالو زندان په جزا محکوم او دکابل په زندان کي شپې او ورځي تېروي .
موږ دا درې ورځي د ټول افغان او بينوا په ويب پاڼه کي د ښاغلي خوشبخت په هکله دخپاره شوي خبر اودهغه په اړوند دنړۍ له گوټ گوټ څخه دافغانانو غبرگون له نژدې څارو دهغوی ليکني او غبرگونونه په مختلفو بڼو بيان شوي دي ،ځينو دا غبرگون په زيات احساساتي توگه چي دا هم بايد د معينو بنسټيزو دلايلو له کبله دمنلو وړ وي ښکاره کړی او ځينو بيا د معقولو دلايلو او نظريو په وړاندي کولو سره د ښاغلي غلام رسول خوشبخت سره دکورنيو چارو دوزارت او ستري محکمي د چارواکو پر چلند او کړنو گوت نيوني او نيوکي کړي دي او ټولو په يوه اواز دنوموړي ددوسيې د بيا څيړلو او د ښاغلي خوشبخت دتهمت په هکله د روڼ سپيناوي غوښتنه کړي ده ، مگر اړونده چارواکي تر اوسه پدي هکله چوپه خوله پاته دي .
په سويډن کي دنوې هيلي دنشراتي ارگان اداره کوم قضايي او تحقيقا تي اورگان ندی او نه هم له سويډن څخه دا پريکړه کولاي شي چي ستره محکمه او يا که ښاغلی خوشبخت صاحب پر حق دی . ولي د خپلي وطني او مسلکي دندي پر اساس اړ يو دداشان تاريکو مسلو دسپيناوي په خاطر چوپ پاته نشو. تر کومه ځايه چي د دا دريو کلونو تجر بو ښودلې ده او په وار وار دولتي چارواکو هم اقرار کړي ، دهيواد په داخل او بهر داشان کړونو او پرابلمونو پراخ انعکاس موندلی دی دا ثابتو ي چي له بده مرغه تر اوسه لا هم زموږ په هيواد کي د قانون پلي کول ستونزمن او دوسله والو کسانو برخورد د ملکي خلکو سره کله کله ډير ظالمانه ،له انساني کرامت نه ليري او له بعضي تعصبونو سره مل وي .
په همدې اساس کله چي موږ د نوموړي سره دتلاښۍ د وسله والو کسانو دبرخورد خپور شوی معلومات ولوست زموږ دټولني د اوسني نظامي ،سياسي او ملي اړيکو اوروابطو عيني حالت له يوه طرفه او دا چي زموږ د هيواد ټول ليکوال ،شاعران ، ژورنالستان يا دا امکان نلري او يا خو د هيواد امنيتي حالت دا اجازه نه ورکوي چي ديوه ولايت نه تر بل ولايت پوري په رسمي لباس کي سفر وکړي . څرنگه چي دتلاښۍ وسله وال کسان دډيرو هيواد والو د څرگندونو پر اساس اميرانه بڼه لري او کله کله بې گناه خلک ځوروي دا ځل هم دنوموړي سره دنورو پشان دچلند او تلاښۍ دشکل په مقابل کي ممکن هغه احساساتي غبرگون ښوولی وي چي دا کار به دده او وسله والو کسانو تر منځ د مناقشي عامل گرځيدلی وي ،پداسي حالاتو کي ډير ځله داسي پېښ شوي چي وسله والو کسانو د خپل واک او صلاحيت نه دقانون پر خلاف گټه اخيستي او هغه کس چي وسله وال ته يي درناوې نه دی کړی او يا دهغوي د هر نوع کړونو په مقابل کي چوپه خوله ندی پاته شوی په يوه او يا بل نا مه تورن کړی دی دا چي بيا د هغه سړي سرنوشت څه شوی چاته معلومه نه ده .
موږ دا قضاوت حاکمو چارواکو او هغو ته چي ديو انسان دسرنويشت په هکله دپريکړي صلاحيت لري سپارو.
وړانديز مودادئ :
١_ ترکومه ځايه چي ليکوالان ، ژورنالستان او نور فرهنگيان بيله قلم نه کوم زور نلري د ولسمشر ۍ داپرات او په ځانگړي توگه د فرهنگي چارو مشاور وزير بايد ددولتي دندي دنوم له مخي دفرهنگيانو قانوني مدافع او ملاتړي وي، او دولسمشر په مرسته دهغوي سره دهر چا لخوا چي وي دهر ډول زور زياتي مخه ونيسي .
٢_ دښاغلي غلام رسول خوشبخت هغه عرض پاڼه چي د ښاغلي کرزي صاحب په نا مه ليکل شوي او د هيواد دپيژندل شوو ليکوالو ،شاعرانو اودرنو علمانو لخوا د هغه د بيگناهۍ او مظلوميت تصديق او دښاغلي هيواد مل صاحب لخوا چي زموږ دهيواد پيژندل شوی ليکوال او فرهنگي شخصيت دی دعريضې راجع کيدل اړونده وزارت ته پخپل ذات کي دا مانا لري چي ښاغلي هيواد مل صاحب ته هم دغو ليکوالو او پوهانو قناعت ورکړی چي دښاغلي خوشبخت سره تادا شوې .
د غوښتنليک ( عريضې ) ددوران جريان چي حتی د تورنو کسانو په لست کي دهغه نوم نشته او دهمدغي اداري مسؤلين هم تعجب کوي چي داکار څنگه شونی دی چي دوی خبر نه دي مګر يو سړی څومياشتي په زندان کي ناست دی موږ د کورنيو چارو او قضايي قواوو چارواکو کړنو ته حيرانوي، د خنداوړ خو لاداده چي هغوي خبر نه دي چي پر هغه باندي دستري محکمي پريکړه هم شوي ، ولي تر اوسه په توقيف کي ناست دی .
٣_ ښاغلی خوشبخت وايي چي زماڅخه کومه پوښتنه نه ده شوې او نه يې هم زما سره کوم تارياک نيولي او ځان بيگناه بولي ډيه جالبه ده چي بېله پوښتني او تحقيق يو چا ته دوه کاله دزندان تيرولو جزا ورکول کيږي .
داشان کړنه او دهغه په هکله پريکړه زموږ سره داسوال پيدکوي چي ولي دادري ورځي دکورنيو چارو وزارت چارواکي او ستره محکمه چوپه خوله پاته دي ، په ټوله نړۍ او زموږ په هيواد کي هم د منل شوو قوانينو له مخي مطبوعات دا واک او حق لري چي ددولت د هر ارگان کړني تر گوت نيونې لاندي ونيسي او يا ددولتي چارواکو دقانون خلاف کړني بر بنډي کړي ، بېله دغه شکل چلند نه دموکراسي يوازي او يوازي تش شعار دی ،ولي دولتي ادارې او په ځانگړې توگه هغه اداره چي دهغې په اړوند گوت نيونه شوې حقو قي دنده او صلاحيت لري چي دخپلو کړنو نه دفاع وکړي او دخپلو پريکړو دسپيناوي دلايل ووايي . په دغه ځانگړې موضوع کي هم څارنوالي او ستره محکمه بايد هغه اسناد او شواهد چي دهغو پر بنسټ يې پريکړه کړې اودا ژورنالست يې په دوه کاله زندان محکوم کړی د هيواد والو د قناعت او خبر تيا لپاره د هغو فرهنگيانو په واک کښي ورکړي کوم چي دهغه د بيگناهۍ ننگه يې کړې ده ، د افغان ولس نه هيڅ بايد پټ نه وي يوازي هغه دولتي رازونه چي ملي گټو او ملي امنيت ته خطر رسوي کيداي شي پټ وساتل شي .
په همدې اساس په کلکه غوښتنه کوو د ښاغلي خوشبخت صاحب دو سيه دي له سره وڅيړل شي او دڅيړنو په وخت کي دي خوشبخت صاحب ته دقانوني دفاع دحق په ورکولو سره دغو ښاغلو ته هم چي دهغه پر عريضه کښي يې دهغه دبيگناهۍ تصديق کړی امکان ورکړه شي چي د تحقيق جريان له نږدې وڅاري تر څو دهغوی او خوشبخت صاحب قناعت حاصل شي او هغوي د خوشبخت صاحب دجرم په هکله افغان ولس ته معلومات ورکړي . په هغه صورت کي به دا ثابته شي چي په رښتياهم ستري محکمي دعدالت ، شواهدو او مجرم داقرار په اساس پريکړه کړې ده ،غير له هغه نه به دافغان ولس سره دا سوال چي ستري محکمي په پټو سترگو او يا دکوم تعصب له مخي پريکړه کړي د ابد لپاره بې ځوابه پاته شي .
٤_ دکورنيو چارو ښاغلي وزير څخه چي زموږ دهيواد پيژندل شوی ليکوال او ژورنالست دی غوښتنو کوو دکورنيو چارو وزارت دامنيتي پوستو مسؤلين دافغان کړيدلي ولس سره دانساني او معقول سلوک او برخورد په کولو مکلف کړي او دامنيتي چارواکو کړني چي همدا اوس په مختلفو برخو کي خلک شکايتونه لري تر خپل مستقيم کنترول لاندي ونيسي . دکورنيو چارو وزارت کارمندان هغه لمړني کسان او ددولت استازي دي چي دهغوي دکړنو په اساس د يو حاکميت په هکله لمړنۍ قضاوت کيداي شي .
٥_ دهيواد پدغو ستونزمنو او کړکېچنو شرايطو کي چي ډير هغه کسان او زورواکان چي ورو ، ورو دخپل دواک او ځواک زيوال ويني او دا پړه کله پر قومي تعلقاتو ، اوکله بيا پر ژورنالستانو او دقلم پر خاوندانو اچوي . ځکه همدا دقلم خاوندان او غښتلي ژرونالستان دي چي د افغان ولس سره هره ناروا کړنه او چلند رسوا کوي . په همدې لحاظ دحکومت،د عدل او انصاف دپلي کونکو څرگنده دنده بولو چي هره پريکړه او کړنه د افغانستان د اساسي قانون ،مطبوعاتو د قانون او اتباعو دبشري او اجتماعي حقو قو داصل په رڼاکي تر سره شي .
٦_ اړينه يي بولو دليکوالو او ژورنالستانو په گډون په ځانگړي توگه داسي يوه ناپييلي ټولنه جوړه شي چي په ټول هيواد کي د ليکوالو ،ژورنالستانو ، او نورو فرهنگي شخصيتونو د قانوني او رواحقو قو نه دفاع وکړي . که چيري دفرهنگيانو مربوط کوم کس په کوم تهمت نيول کيږي داټولنه بايد تر هر چا دمخه خبره شي . هدف مو دادی چي که مطبوعاتو او فرهنگيانو ته دقدر په سترگه کتل کيږي او دولتي چارواکي دا په عمل کي مني چي مطبوعات په دولت کښي څلورمه قوه ده ،داساسي قانون له مخي دمقنينه قوې غړي يعني وکيلان د قانون له مخي ځانگړي مسؤنيتو نه لري او که کوم وکيل د امنيتي چارواکو لخوا تر تعقيب لاندي نيول کيږي او ياهغه گرفتاريږي بايد دا کار د ولسي جرګې ددارلانشأ په مشوره اواجازه سرته ورسيږي . پدغو خاصو شرايطو کښي تر هغه وخت پوري چي زموږ امنيتي ارگانونه ، څارنوالي او قضا دقانون دپلي کولو سره عادت پيداکوي او ددموکراسۍ د ريښتني بڼي پلي کيدو ته غاړه ايږدي ، هغه پخپلو کړونو کي په عملي بڼه پلي کوي او هر څه د عدالت پر بنياد سرته ورسيږي دفرهنگيانو او مطبوعات چيانو دقانوني حقو قو ددفاع ټولني ته دي هم د ولسي جرګې ددارلا نشأ صلاحيت ورکړه شي .
زموږ په عقيده په دا شان يو هيواد کي چي دگوتو په شمېر پوهان ،ليکوالان او ژورنالستان ولري دولت ته يې ښايي چي دهغوي سره ځانگړي مرستي وکړي ، او دټولني فرد فرد ددغه شان کسانو درناوی او عزت وکړي .
يو ملت هغه وخت مري چي ژبه او کلتور يي مړشي د ژبي او کلتور يوازنې ژوندې ساتونکي همدغه د قلم او فرهنگي پوهي خاوندان دي . راځئ ! هغوی ته د امن په فضا کښي د ژوندکولو لاري چاري وسنجوو .
دحقيقت او عدالت دپلي کيدو په هيله
په سويډن کي دنوې هيلي دخپرنيز ارگان اداره
",(نوې هيله ) د زنداني شاعر په اړه احتجاج ليک
1014,,"
له جلال اباد څخه د ساغر راپور
د فبرورۍ اتلسمه / جلال اباد
خلک تښتي
د ننګرهار د ځينې سيموخلک چې د طالبانو په حکومت کې يې کار کاوه له دې امله کورونه پرېښې دي چې د دوئ پر وينا پوليس يې د طالبانو سره د اړيکو په تور تورنوي.
د جوزجان وﻻيت نه راکډه شوى ګل ولي چې اوس د جلال اباد په سراچه کې اوسېږي.وايي چې د طالبانو په وخت کې يې په نوموړي وﻻيت کې د ښوونې او روزنې د رياست د اداري مديريت په څانګه کې د يوه کم وخت لپاره دنده پر مخ بيوله، او کله چې د طالبانو حکومت له منځه لاړ د هغه ځاى چارواکو ونيوه.
نوموړى وايي.((زه په دې تور چې د طالبانو په وخت کې مامور پاتې شوى ووم...زمکه رانه د دوستم کسانو واخيستله او زه ونيول شوم خو ترې راوتښتيدم او ډېر زر مې ننګرهار ته رامخه وکړه )) ،
ده دلته د کومې وېرې د احساسولو په اړه وويل.((دلته کومه وېره نه لرم ځکه چې زما نيونه د هغه ولايت د د چارواکو شخصي خوښه وه اوکومه قانوني بڼه يې نه درلوده)).
د نوموړي په وينا هيڅ جرم يې نه درلوده او داچې د طالبانو د وخت دنده يې په تېرو حکومتونو کې هم کړې وه.
هغه وايي.(( د سرخرود ولسوالۍ اوسيدونکى حاجي شېر محمد چې په پېښور کې اوسېږي او ننګرهار ته د خپل خورې د واده په مراسم کې د گډون لپاره راغلى وو سولې او جنګ راپور ورکوونکې ادارې ته وويل چې د طالبانو په وخت کې په خپله ولسوالۍ کې د تذکرو مامور پاتې شوى ځکه خو بيا وتښتيده.
نوموړي وويل.((زه پيښور ته ځکه لاړم چې هره ورځ به راپسې پوليس راتلل او نوره مې ګوزاره نه کېده.....)) . هغه زياته کړه .((اوس هم په پټه راغلى يم او که پوليس خبر شي نو سمدستي به مې ونيسي)).
د ده پر وينا کوم جرم يې نه دى کړى او پوليسو فقط د پيسو لپاره نيوه.دى وايي.((پوليسو نه يو لک روپۍ غوښتي او راته يې ويل چې که دلته ژوند کول غواړي په دغو پيسو د طالبانو د ليست نه وباسو)). د نوموړي په وينا نه خو ورسره دغومره پيسې وي او نه يې هم د يو ناکړې جرم د څه سزا د ګاللو په حق کې وو.
د ننګرهار د خوګياڼو اوسيدونکى ولي محمد کنډيوال د خپل هغه ورور(نورمحمد) چې اوس د هالينډ په هيواد کې دى او د طالبانو په وخت کې د ننګرهار پوهنتون محصل وو د خپل وطن نه د تېښتې کيسه کوي او وايي چې هغه مجبوره وو چې له دې ځاى پښې سپکې کړي.
نوموړي وويل.((نور محمد په پوهنتون کې ليليه نه درلوده نو د مجبورۍ له امله يې د طالبانو په يوه نزدې پوسته کې د شپې د څوکيدارۍ دنده واخيسته ....يوه ورځ ده ، هغه سړى چې د پوستې والا د غلا په تورنيولى وو د شپي خوشې کړ ځکه چې د تورن سړي نه ﻻس غوڅېده.........همدغه وو چې زما ورور پوسته او پوهنتون پرېښوده او دا چې طالبان ورپسې هر ځاى کې د سيورې غوندې ګرځېدل نو ځکه وطن پرېښودلو ته مجبوره شو)).
د ولي محمد په وينا د ده ورور( نور محمد) غوښتل چې د طالبانو له سقوط نه وروسته بېرته هيواد ته راستون شي خو دا چې د دې ځاى پوليسو ورپسې لټه شروع کړې وه او ويل يې چې هغه د طالبانو په دولت کې دنده اجرا کړې وه.
ولي محمد کنډيوال وايي.((دلته روزانه زمونږ کور ته پوليس راځي او وايي چې نور محمد راته حاضر کړئ ځکه چې هغه طالب وو.......مونږ خپل وروردوئ ته په سپارلو په زوره د بلا په خوله کې نه شو ورکولى... )).
د جلال اباد ښار د مجبور اباد سبحان الدين قاضي زاده بل هغه تن دى چې پر وينا يې يو ورور د ورته پېښې له امله په لندن کې د مساپرۍ شپې ورځې تېروي.
د ده پر وينا د ده ورور سيف الدين په ننګرهار کې د عربانو په پيسو د چليدونکي پوهنتون ((ننګرهار ساينس او ټکنالوژۍ پوهنتون)) محصل وو اودهغه لاريون چې د دغه پوهنتون محصلينو په عراق باندې د امريکا د دولت خلاف کړې وه مشري کوله.د سبحا نالدين په وينا له همدې امله يې ورور يوځل بندي شو او کله چې يې د پيسو له ﻻرې راخوشې کړ نو خارج ته وتښتيده.
هغه چې ډېر قاريدلى معلومېده وويل.((ﻻريون کول د هر چا حق دى ....عين امريکايي عوامو هم د خپل دولت په خلاف ﻻريونونه وکړل .........نوبيا ولې دلته پوليس دهغوئ ورور غواړي او وايي چې بايد دوئ ته حاضر کړلى شي)).
خو د ننګرهار د امنيې قوماندان حاجي حضرت علي بيا وايي چې دوئ هيڅ بې هيڅه څوک نه په تکليفوي او خامخا کوم دليل به لري،
نوموړي وويل .((مونږ د هر چا پسې نه ورځو او نه ترې پوښتنې کوو...او چاپسې چې پوليس تللي يا يې غواړي هغوئ به خامخا د دولت سره کومه دوسيه لري)).
نوموړي زياته کړه.((مونږ سره په ادارو کې اوس هم داسې خلک شته چې د طالبانو په وخت کې يې هم په همدې پوستونو کار کاوه خو مونږ ورته څه نه وايووځکه جې پاک او بې ګناه دي.........خو هغه ځوک چې دولت پرې ملاحظات لري هغه بېله خبره ده)).
",دننګرهار يو شمير اوسيدونکي نيوکي لري
1015, محمدساغر - جلال اباد,"
له جلال اباد څخه د محمدساغر راپور
د ب ګ راليږنه د جنوري ١٨مه / جلال اباد

هغه وايي.((د سرخرود ولسوالۍ اوسيدونکى حاجي شېر محمد چې په پېښور کې اوسېږي او ننګرهار ته د خپل خورې د واده په مراسم کې د گډون لپاره راغلى وو سولې او جنګ راپور ورکوونکې ادارې ته وويل چې د طالبانو په وخت کې په خپله ولسوالۍ کې د تذکرو مامور پاتې شوى ځکه خو بيا وتښتيده.

",د ننګرهار يو شمير اوسېدونکي پر چارواکو نيوکي لري
1016,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٣٠
کابل : په افغانستان کې مرستندويې ټولنې ويره لري چې د روان ژمې او سختې يخنۍ له امله په دغۀ هيواد کې ١٠٠٠ ماشومان تر اوسه وژل شوي دي .
دغه ټولنې وايي خوارځواکۍ هم په دې وژنو کې لاس لرلى دى . ډيرې لارې تړلي دي او د يخنۍ له امله د بې وزلو خلکو د خوړو زيرمې هم په تماميدو دي .
څو ورځې وړاندې افغان حکومت ويل چې تر اوسه سختې يخنۍ ٢٦٠ کسان وژلي دي . ",افغانستان کې يخنۍ ١٠٠٠ ماشومان وژلي
1017, پنډت ويجۍ اوكابلي ـ هند,"
ليكوالان : پنډت ويجي اوكابلي ـ هند
دڅانګې مجلې ديوې ليكنې اړوند اوهند ته دښاغلي كرزي دسفر په درشل كې دلته يې ولولۍ
هند په رښتياهم له افغانانو سره
ددښمنۍ له مخى دا اوسنى كړه وړه پيل كړى دى؟
داهغه پوښتنه ده چې په دغه باره كې هره ورځ زموږ يوشميردوستان دلته اوهم په افغانستان خبرې كوې اووايې چې دارښتيادى كه درواغ ؟
موږ غواړو په دغه هيوادكي دعيني پيښودشاهدانو په توګه خپل نظر ګرانودوستانواوهغوىته چې په مسايلو خبردي اواوس هم سترګې پرې پټوي يوڅه ووايواوپه دغه برخه كې لږغوندې سرسري رڼاواچوو.
هندوستان په آسيااوسيمه كې له هغوهيوادوڅخه دى چې له افغانستان اوپه خاصه توګه له پښتنوسره تاريخى، فرهنګي ، اوكلتورې ژوراړيكي لري، داسې اړيكي چې دغه دوه ملته په هيڅ ډول له يوه اوبله نه بيلولاى شي اونه يې بيل ښودلاى شي .
ددغې خبرې عوامل خورا زيات دي چې دلته په دغه لنډه تنګه مقاله كې يې ويل لږ گران بريښي، يوازى دلته غواړو دومره ووايو چې دغو اړيكوته دنژدې يوې لسيزې په اوږدو كې په شعوري توګه ديوشمير زدوبندو له مخې خورا زيات زيان ورسيد.
دډاكترنجيب الله په وروستيو ورځوكې خادستي كړيو او د نهمي لسيزې په پيل كې ملايې واکمنۍ دهند اوافغانستان دغه اړيكې چې پرملې بنسټونوپيل شوي وو، له خپل اصلې اوطبعيې مسيره په بله خواكړل . په دې مانا چې دهند دولت پخوانيو روسې پلوو څيرو لكه محمود بريالي ، اناهيتا اويوشميرنورو ته دالاره چاره برابركړه چې دوى بايد له ځان سره وساتې اوكه په كارشول كيداى شوه چې له هغوڅخه دپاكستان پرضداودپخواني شوروي سره دهند دښواړيكوله مخې چال چلند وكړي اوياكارترې واخلي .
دغويارانوهم هند ته ديوې مودې له پاره له ځانوداوړو ليوان جوړكړل ، خوداچې هندي چارواكوهم افغانستان پيژاند اوهم ددوى په اهميت پوهيدل ډيرژريې هغه تنخواوې چې په لومړيوكې وركولې پرې ودرولې اودوى ناچارشول چې له هنده دبل هيواد په لوركډه شې. هغوى په خپل وار په هندكې ترزياتې اندازې هڅه وكړه چې دهنداوافغانانو د(تاريخې دوستۍ)خبره په (كين اړخې دوستۍ) كې خلاصه كړي ،ان چې ديوشميرجنايتكارو غړو(فقيرنبې چې وروسته يې په قاچاقو اووژنو كې نوم راووت اودنيولو له پاره يې دهند دولت لكه داسامه بن لادن غوندې نغدي انعامونه وټا كل ) سرونه يې په يوشميرهندې سريالونو لكه (ګريت مرهټه ) هم راڅرګندشول . چې دخپلوتاريخې وياړونوسپكاوى يې دهندد بازارۍ سينما ددلالانوپه وړاندې وكړ.
دادهغويارانو ډالۍ وه چې په خپل وخت كې ېې ترسره كړه، په نويمه لسيزه كې چې ملايې دوره پيل شوه، يوځل بيا دافغانستان استازيتوب په دغه هيوادكې داسې كسانو ته ورسيد چې نه يې ځان پيژاند اونه يې خپل كلتوراوتاريخ، دمجددې صاحب په بادوزرې واكمنۍ كې خودهغه پلويان په افغاني سفارت ورغلې وو ، څه قالينې اولوكس شيان چې په دغه سفارت كې ووهغه ېې دخيلوكورونوپه نامه له دغه سفارته يووړل چې ترننه پورې يې كيسۍ دخلكو اوان دسفارت دكاركونكوله ياده نه دي وتلې. دانجينرايشان جان په نامه چې په رښتياهم هغه دافغانستان دبربادۍ له مسلك وركوانجينرانويوو ربانې صاحب هند ته دسفيرپه توګه راوليږه چې نه په خپله پاليسي پوهيده اونه د هند موږ دده دناپوهئ په اړه نورڅه نه وايو ، خويوه كيسه يې چې خلكو اوخپله هنديانوته دحيرانيتاوړوه هغه داوه چې دى كله هند ته په سفارت ورغى ده دهند داساسې قانون خلاف غواقرباني كړې وه چې ان دهند دباندنيوچارو وزارت پرې خبر شو اوخپل ګواښ يې په رسمې توګه په هغه وخت كې پرافغانستان باندې تراوسه ديوه يادګار په توګه پاتې دى . دغه ښاغلې په خپله دوره كې هغه پيسې چې ددوى په اصطلاح كمونستانو په خپل دوران كې ددغه سفارت حساب ته لږدولې وې، څه په هند اوڅه نورې په امريكا كې خرڅې كړې (ځكه چې دى دامريكا استوګنى واويوه ميرمن هلته اوسيده). دده دصلاحيت واكمني دومره محدده وه چې دهند په يوه عادي اداره كې دده په سپارښتنه هيڅ هم نه كيدل .
دده په وخت كې په ټول سفارت كې يوپښتون نه وچې دپښتنو مراجعينوسره يې په تيره چې په فارسې به نه پوهيدل خبرې وكړي. دى و چې دسفارت پرمخ پښتولوحه يې په فارسي بدله كړه او ترنن پورې همداسې پاتې ده چې موږ كله كله پرتېر وزو چې دا دافغانستان سفارت دى كه دايران ؟
په ۱۹۹۶ كال كې چې لاطالب يارانو دكابل په كوڅوكې غړانګې نه وې پورته كړې لادربانې صاحب دكابل دچوراوتالان لړۍ روانه وه چې له پاكستانه راشړل شوې مسعود خليلې يې هند ته دسفيرپه توګه راوليږه. مسعود كلونه مخكې په ډيلې پوهنتون كې درس ويلى و، تركومه ځايه ېې چې علمې ريكاد معلوم دى ، دخپل وخت په افغاني زده كوونكوكې په علمې لحاظ ډيركمزورى زده كوونكى و.خوداچې پلار يې په كابل كې په رسمې لحاظ دپاملرنې وړسړى و، په ډيلې پوهنتون كې هم زياتره دفارسي ژبې داستادانو په مرسته كاميابيده، ددې خبرې يودليل داهم وچې كله له هند افغانستان ته بيرته ته ، نه ېې هندي ژبه زده وه اونه هم په انګريزي غږيداى شو.په هندي اواردو خواوس هم نه پوهيږي ، انګريزي يې هم دجهاد په كالوكې په پاكستان اوامريكاكې اصلاح كړه.
دغه ځوان په همدغه كال هند ته راغى، جالبه خوداوه چې ده هندي چارواكو ته دا ورښوده چې ګواكې دى پاكستانې چارواكو په دې خاطرچې ده په هند كې زده كړې كړې له هغه هيواده راويوست .خوهنديانوته بيا داخبره برعكس ښكاريده ، په زياترو علمي ټولنوكې داخبره داسې انګيرل كيده چې نه، دى درواغ وايې ، دى په پاكستان كې دجهاد په مهال په اصطلاح سياسې كاركونكې و اوداسې كسانو دپاكستان له استخباراتوسره خامخا كاركړى اوښايې اوس هم له هغو سره تړاو ولري. په اول كې داخبري وې خووروسته داخبره په دې سړه شوه چې طالبانوكابل ونيو اوهند هم له نورو هيوادو لكه روسيې، ايران اود ربانې له حكومت سره خپله نوې پروژه پيل كړه، دغه حالت هند ته داموقع ورنه كړه چې دښاغلې خليلې په باب دسپيناوې له پاره وخت ومومې ، بله مهمه خبره چې په همدغه مهال په هندكې رامنځ ته شوه هغه داوه چې دكانګرس پرځاى د (بې جې پې ) ګوند په ټاكنوكې بريالې شو اوپه عين حال كې په كشميركې دهنداوپاكستان ترمنځ دكارګيل جگړه رامنځ ته شوه .
مسعود خليلې په دغه مهال له بې جې پې سره داسې نژدي شو چې ان خپل پوځې قوماندانان په تيره هغوى چې دچريكې جګړو تجربې يې درلودې په پټه دكشميرجبهې ته دهندې پوځيانو دمرستې په خاطراستول،اوداداسې مرسته وه چې په دغه مهال اسرايلي پوځي سلاكارانوهم دهندحكومت ته وركوله جميعتى قوماندانان هم هندته په همدې مقصد راغوښتل كيدل . دجمعيت نامتوقوماندان احمدشاه مسعود هم له ۱۹۹۷ څخه تر۲۰۰۱ كال پورې درى سفرونه په خورا پټه توګه هند ته ترسره كړل . دكولاب د قوماندانۍ زياتره لوژستيكې اوطبې اړتياوې چې دطالبانوپرضد خورامهم مركزو دهند دولت تمويلوله، ان ويل كيدل چې دطالبانوپرضد جګړوكې هندې سرتيرو هم برخه اخيسته .
په هندكې كانګرس يوازنۍ ګوند و چې زړومشرانو به يې تل په دولت باندې انتقادونه كول اوويل به يې چې هند اوس دافغانستان په وړاندې دتاريخۍ دوستې پرنسيپونه له ياده ايستلې ، دافغانستان داكثريت دوستي يې داقليتونوپه بې باوره انډيوالۍ باندې اړولې ده، كوم څوك چې نن سباپه هندكې دافغانستان داستازې په نامه دلته دي دوى په هيڅ وجه نه دافغانستان دخلكو نمايندګان دي اونه يې دهند خلك دهغوى داستازو په توګه پيژنې، دهند يونامتو سياستوال ښاغلې( ويدك ) چې په ډير وبرخوكې يې موخې له (بي جي پې) سره يوشان هم وو تل داخبره كوله چې ترشمالې ټلوالې خوطالبان زموږ سره ښه تفاهم كولاى شي ، اوحكومت ېې هڅاوه چې بايد له ځانه يې لرې نه كړي .
خوداكار دنړيوالوفشارونواوپه هغه مهال دهند اوپاكستان اړيكو نه ايجاوه ځكه په دغه برخه كې پرمختګ ونه شو.اوګانګرس ديوې اوږدې مودې له پاره دهند دسياست له ډګره په يوه خوا پاتې شو.خوله دې سره سره هم دهند خلك په دې باوري وواودې چې دهند دوستې له پښتنوسره داسې يوتاريخي اوانسانې پيوند دی چې هيڅ ډول سياسې معاملې هغې ته زيان نه شي رسولای .اوهرڅوك چې په دغه اړه كه په هند كې وې اويا په افغانستان ناوړتيا ترسره كوې مخ به يې توروي . اوتاريخ به خپله داپريكړه په رشتياسره عملي هم كړي .
مسعود خليلي په رښتياهم په هند كې ديوه ملې افغان چارواكي په توګه نۀ بلكې ديوه ښه ګروپې استازي په توګه له (بې جې پې) سره خپله دنده ترسره كړه. دده په مهال دهند اوافغان دتاريخۍ دوستې په برخه يوګام هم پورته نه شو، دهند دپښتنوپښه دافغانستان له سفارته ونيول شوه، هغوى چې پخوايې دغه سفارت خپل كور باله اوس دومره لرې ترې تلل اولاترې ځي چې فكريې كاوه دادروس اوياهم دايران سفارت دی ، په نژدې يوه لسيزه كې دهند له پښتنوسره داړيكو يوازنې ځاى په جواهرلال پوهنتون كې پښتوڅانګه وه چې هغه هم په يوه استاد پورې اړونده وه چې له هغه سره هم سفارت دزړه په زور اړيكې ساتل اودهغه استاد له علمې اواكاديميك نفوذه يې دځان په ګټه كاراخيست .
اوس چې دافغانستا ن دولت هغه استاد هم له دندې لرې كړ، هغه يوه فرهنګې هيله هم نوره نه ده پاتې، په هغه ورځ چې په جواهرلال نهروپوهنتون كې ددغه استاد دخداى پامانې غونډه ددغه پوهنتون داستادانو اومشرتابه هيات له خواجوړه شوې وه ښاغلي مسعود ته هم بلنه وركړه شوې وه چې هلته بايدراشي، خورانه غۍ اوخپل يوعادي مامور يې ورليږلىو. پوهنتون غوښتل چې له ښاغلې مسعود څخه ددغه استاد دپاتې كيدوهيله وكړي .
لنډه داچې مسعود په هند كې دافغانستان دنماينده په توګه نه څوك پيژنې اوكه دافغانستان اوسنى حكومت په دغه مهم اوتاريخې پړاوكې دغو اړيكوته نورهم په سرسري نظروګوري، داسې فكركيږي چې افغانستان به د اسياپه راتلونكې سياست اوهمداراز په علمي اوساينسي اونوروبرخوكې له هنده پرته كوم بل خواخوږى ونه لري ، دا به دغه هيواد ته ترټولوښه وي چې له هند سره په دغه برخه كې ديوه رغنده ګام په فكركې شي.اوداكارهغه مهال ښه كيداى شي چې افغانستان په هرډول كيږي دهند په وړاندى خپله جميعت پاله پاليسي په يوې پراخى ملي پالې پاليسۍ باندې واړوي اوترهرڅه دمخه په دغه هيواد كې ديوه نوي استازي په فكركې شي .
زموږ ښه په ياد دى چې په ۱۹۹۸ كال كې دكويټ دهيواد دآزادۍ كاليزه وه، هلته دنړى دهيوادو سفيران اودهند ددولت يوشميرمشرانو هم ګډون كړى و، په دغه غونډه كې ايم احمد چې له اوږدې مودې راپه دې خوا دكرالې له ولايت څخه دپارلمان له پاره ټاكل شوې استازی و، هم ناست و. په هغه مېز چې دى ناست وهلته ښاغلې خليلي هم راغی ، موږ خليلې ورمعرفي كړ چې ګواكې دادافغانستان سفيردى ، ده بې له دې چې هغه ته درناوې وكړې ، داخبره وكړه چې :
(( تركومه ځايه چې زه افغانستان پيژنم داښاغلې دهغه افغانستان استازى نه شې كيدای ، داښاغلې اصلا ديوې ډلې استازى دى ، نه دافغانستان)) له دغې خبرې وروسته دهند هغه نوميالی سياست پوه له هغه ميزه پورته شو، په دې چې نه يې غوښتل له خليلۍ سره په يوه ميز كيني اوخبرې ورسره وكړي . خوهلته نورافغانان هم وو له هغوسره يې عادي خبرې اوكيسې كولې.
دايوه بيلګه ده چې موږ يې تل افغانې دوستانو ته بيا بياتكراروو او وايو چې داديوه هندې دزړه غږو چې دښاغلي سفير؟ په وړاندې يې ترسره كړاوداروحيه تراوسه هم په هند كې دده په وړاندې روانه ده .
بله خبره داده چې مسعود خليلې په هيڅ وجه په هند كې ديوه افغان په توګه اوديوه ناپيلې سفيرپه توګه نه كاركړى اونه يې اوس كوي ، دافغانستان په ټول سفارت كې اوس داسې يوڅوك نشته چې موږ له هغه دافغانستا ن دكلتور ژبې اونورو تاريخي ارزښتونو په باب خپل مشكل حل كړو، پوره اووه مياشتې شوې چې په جواهرلال نهرو پوهنتون كې پښتوڅانګه بې استاده ده، استاد رشيد يې برطرف كړ، هغه دهند اوا فغانستان داړيكو په باب يوعلمې پروګرام پيل كړ، خونه سفارت اونه هم دحامدكرزي حكومت له هغه سره دهغه په فرهنګي پلانواوكړو كې مرسته وكړه (تيركال موږ دښاغلې كرزي فرهنګې سلاكار ته په خپل وخت خپله ستونزه وويله موږ فكركاوه چې دى به له موږ سره مرسته وكړي لاكابل ته رسيدلى نه وچې دپښتوڅانګې داستاد دبرطرفې ليك ېې له موږ سره دمرستې په ځاى راوليږه) اوكومې وعدې ېې چې كړې وې هغه خوگردې په خپل ځاى پاتې دي .
په هرډول ، اوس خبره اوپوښتنه داده چې افغانان له هند څخه هيله لري؟
بېنوا ويب پاڼه خوزموږ درسې لارښود دى، چې موږ زده كړه تري كوو، آيا له ملي ويب پاڼې به يوازې همداخبرې اورولكه چې دڅانګې مجلې چې وكښل چې هندوان له افغانانو سره داكوي اويادا، زموږنظرپه دې اړه دادى چې ستونزه په پښتنواوهنديانو كې نه ده ، ددوى خبره لا هم هغسې پرځاى پخه پرته ده يوازى يوشمير په نامه افغانان ووچې دغه تاريخي وياړ يې ونه پيژاند اودخپل هيواد سپكاوى يې په خپله وكړچې تراوسه يې لړي او لاروانه ده . په هندي كې يومتل دى چې وايې :
) اوپروالې كې ګرمين ديرهين ، انديرنهي) زموږ مشوره خوافغانانو اوهغويارانو ته چې په دغه اړه سرټكونې لري داده چې راځئ په گډه ښاغلې حامدكرزې ته داووايوچې نوره نوخپله دامعامله چې شمالې ټلوالي په هندكې پيل كړې وه پاى ته ورسوې، نورپه جيپوركې دزمردو سوداګرهم كولاى خپله كابل ته ولاړ شي اوله هغه ځايه خپله سوداګري ترسره كړي ،ديوشميروزيرانو(دباندنيوچاروو) دوزيرپه گډون بايد نوره خپله كورنۍ كابل ته وليږدوې ، اوافغان سفارت بايد له كورنيو اړيكو اومعاملو څخه خوندي پاتې شي ، دلته بايد دڅوتنوخپلوان چې نه خپله لاره ويني اونه نوروته لاره ورښودلاى شې كارونه ونه كړي، موږپوهيږو چې افغانستان دومره هم خوار اودومره هم له عالمانو اوپوهانواوسياست والوخالې نه دى چې ګواكى دوی نه شی كولاۍ دبېنوا، سلجوقې ، تورويانا،پاچاګل وفادار ، رشيد اونوروملې كسانوغوندې كسان په هند كې دخپلواستازو په توګه وټاكي.
خلاصه هند اوپښتانه دغه دواړه هغه مفاهيم دي چې دپيړيوپه اوږدوكې سره تړلې اواوډلې پاتې شوې، كه افغانستان په نوموړو مفاهيموبرابروي كيداى شې چې په هند كې هم ددغه هيواد له پاره دباور او درناوي زمينه زياته شې ، يوملت په افغانې اوپښتنواله اصطلاح هغه وخت دروند ملت گڼل كيږي چې دخپل ځان ځلا ددرنواومنلو اړوندانوپه څيره كې وكړي . موږ له افغانستان اوددغه هيوادله خلكو څخه همداهيله لرو. چې دوى بايد خپل ځان موږ ته په داسې څېره كې ونه ښيئ په كومه چې ستاسې له تاريخې هويت سره په ضد كې وي اوياهغه څه په هندكې ترسره كوي چې هغه ا فغانان خولاڅه كوې چې هنديان هم پرې شرميږي . هنديان وايې چې موږ له افغانانوسره دزړه له كومې مينه لرو، خوداچې زياتې ستونزې په دي يوه دوولسيزو كې رامنځ ته شوې ، هغه هم ترډيره حده په خپله پرافغانانو باندې اړه لري . چې تراوسه دهغو په مخنوې كې ګام نه پورته كوي .په تيره يوه دوولسيزوكې په ډيلې كې دافغانستان سفارت چې كومې بدنامۍ ددغه ملت هويت ته په هند كې وراړولې ، موږ افغانانوته مشوره وركوو چې كه تاسې رښتياهم توريالې قام يې اوخپل پښتني اوافغانې ننګ درباندي ګران وې يادغه ځاله ړنګه كړئ اويايې په داسې چارنګينه كړئ چې نه تاسې ګيله من وې اونه زموږ نوم بد !
",هند په رښتياهم له افغانانو سره ددښمنۍ له مخي . . .
1018,,"
١ د کب ١٣٨٣
په لندن کې د ګارډين په نامه خپرېدونکي ورځپاڼې پرون، د فبروري د ١٨ نېټې ، په ګڼه کې د ځېنو بېلګو په وړاندې کولو سره داسي يواوږد راپور خپور کړي دي چې په افغانستان کې د بنديانو سره د امريکايې سرتېرو بد چلندبربنډوي.
دغه راپور واي چې د بګرام او کندهارزندانونو کې د بنديانو جسمي سپکاوي او په هغوي جنسي تيري شوي دي.
ګارډين زياتوي چې دغو ځواکونو بنديان په دې اړ کړي و چې خپلي خلي بندي وساتي که نه نو د نامالومې مودې لپاره به په بندکې وساتل شي. ",د افغان بنديانو سره د امريکايې سرتيرو بد چلند
1019,افغان رساله,"
په بروکسل کې به د ناټو د غړو هېوادونو مشران د فبروری د میاشتې پر ۲۲ مه نيټه را غونډیږی .
د ناټو د ۴۶ غړو هیوادونو مشران د بلجیم مرکز بروکسل ته د تګ په حال کې دی.
د امریکا ولسمشر جورج بوش، د بریتانیا صدراعظم تونی بلیر، د جرمنی صدراعظم او نور مشران ګډون کوی.
په دې غونډه کې چې د اروپايي ټولنې د پلازمنې بروکسل په ښار کې دایریږی، د عراق، افغانستان ، بالکان او د نړ ۍ د نورو هېوادو په هکله خبری او لازم تصمیمونه ونیول سی.
د کاناډا څخه د دې هیواد صدراعظم ښاغلی پال مارټین او ور سره هيت یې په دې غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل د رسیدو په درشل کې دی.
افغان ژورناليست احمدشاه هوتکی، هم په دې سفر کې د کاناډا د صدراعظم سره د مطبوعاتي هیت په ډلې کې د دوی ملګری دی.
په بروکسل کي د ناټو د غړو هيوادونو غونډه او ځينو هيوادونو د هيوادونو د مشرانو انځورونه
عکاسي : احمد شا هوتکي
",په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه
1020,,"
",
1021,,"
",
1022,,"
د کابل ورځپاڼې د جمعې په ورځو نه خپريږي ، دغه راز تيره شنبه ( د کب لومړۍ نېټه ) هم د عاشورا په وياړ نه وې خپرې شوې . د کابل ورځپاڼو د سرټکو له لوستونکيو هيله کوو چې د جمعې په ورځو د سرټکو هيله ونه کړي .
په درنښت .
",يادونه
1023,,"
",
1024,هلال ياسيني,"
هلال ياسيني
1993عيسوي كال و، ډېر يخ ژمی و په كابل هم واورې وريدلې او هم پرې توغندي ورېدل. هيواد نوی نوی په كورنۍ جګړه كې راګير شوی و. د دغه وخت د جګړې يو لوی لوبغاړی ښاغلی ګلبدين حكمتيار و. كله كله به يې ويل چې نه غواړي د افغانستان نه لبنان جوړ شي . زه د پنځلسو كالو وم او په دې نه پوهېدم چې په لبنان كې څه تېر شوي وو؟ خو وروسته وروسته پوه شوم چې زمونږ د كورنۍ جګړې د پيل نه لږ مخكې په 1990 عيسوي كال كې د لبنان د شهيد شوي صدراعظم رفيق حريري د خوارۍ په نتيجه كې لبنان د پنځلس كاله كورنۍ جګړې او تباهۍ نه وروسته سوله ليدلې وه. زه نن په دې پوهېږم چې كورنۍ جګړه او تباهي څه ته وايي، څومره ګران قيمت لري، او ترېنه وتل ملي مشرانو ته ضرورت لري. نو ځكه د حريري د كوچ په سبب د لبنانيانو د زړه په درد پوهېږم .
مونږ چې په كورنۍ جګړه اخته شو سبب يې دا وو چې د ملي احساس څښتن مشران مو نه لرل. او په ساحه كې موجود قوي لوبغاړي يا پردي لاسپوڅي وو او يا هم انانيت او خپلو شخصي ګټو راخستي و. لبنانيانو هم د همدغو لاملونو له وجې پنځلس كاله د يو بل وينې وڅكلې. او د ډېر انتظار څخه وروسته ورته اخر د سولې پرښته خدای بخښلی رفيق حريري راپيدا شو. لكه ميرويس نيكه چې افغانان د لويې جرګې د لارې كينول او هيواد يې د صفويانو د ظلمونو نه خلاص كړ او د تباهيو نه يې وژغوره، داسې حريري هم په جرګو جرګو د هيواد د مسيحيانو مختلفې ډلې، شيعګان، سنيان، او درزيان سره په 1989ع كال كې د سعودي عربستان د طايف په ښار كې د خبرو مېز ته كېنول او سره د ده چې د ده سني مسلمانې ډلې په كې ډېر تاوان هم وكړ خو بيا يې هم ټول په اتفاق راضي كړل .
خدای بخښلی رفيق حريري په يوه غريبه كورنۍ كې پيدا شوی و چې حتی د پوهنتون د مصرف وركولو وسعه يې هم نه لرله. د مزدورۍ دپاره سعودي عربستان ته مهاجر شوی و او په سعودي كې يې د خپلې خوارۍ په نتيجه كې ډېره سرمايه لاس ته راوړې وه. چې د ځنو په ګمان اوس لس بيليونه ډالرو ته رسېږي. همدا سرمايه يې د طايف د سولې د اتفاق نه وروسته د لبنان په ابادۍ كې په كار واچوله. د بيروت د ښار تاريخي مركز چې په كورنۍ جكړه كې له منځه تللی و بېرته جوړ كړو او د نور هيواد د ابادۍ په لار كې يې نه هيريدونكي خدمتونه وكړل. تر دېرش زرو زيات لبنانيان يې انګلستان او امريكا ته د تحصيل دپاره واستول. او بغير د كوم تبعيض نه يې د ولس د غريبانانو سره مرستې وكړلې. ځكه خو د شهادت د خبر نه وروسته سمدستي د غريبو خلكو مظاهرې عامو سړكونو ته راووتلې. اوس اوس يې د بيروت په منځ كې محمد الامين په نامه د يو لوی مسجد ودانول شروع كړي و چې كورنۍ يې د همدې مسجد په انګړ كې خاورو ته وسپارلو.
سره د دې چې سنيان په لبنان كې لكه د شيعه ګانو په شان منظم او بهرني ملاتړونه نه لري خو حريري د خپل قوي شخصيت په سبب په لبنان كې تر ټولو قوي او موثر شخصيت و. د طايف د معاهدې نه وروسته تر 2004ع كال پورې د خپل هيواد د صدراعظم په توګه پاتې شو. سربيره په لبنان په ټوله اسلامي او غير اسلامي نړۍ كې يې سياستمدارانو او سرمايه دارانو ډېر درناوی كاوه. ان تر دې چې سعودي عربستان ورته په فخري توګه خپل تابعيت وركړی و. د ده په مرګ تبصره كونكي وايي چې دی د لبنان نه ډېر غټ و. او په مرګ باندې به يې ځانته لبنانيان نه بلكه د ټولې منطقې ميشته ولسونه تاوان وكړي.
د لبنان حكومت به تحقيقات وكړي او حقيقت به يا معلوم شي او يا نه ځكه چې دا لويي لوبې دي او اكثره وخت پكې تحقيقات حقيقت نشي روښانه كولی، خو دا يو څرګند حقيقت دی چې اسلامي نړۍ يو عظيم رهبر او خواخوږی، لبنان خپل ميرويس نيكه، او زما په شان د نوي كهول ډېرو زلميانو يو ستر مثال بايلودلو.
رفيق حريري د شهادت نه څو دقيقي مخكې په پارلمان كې په ټيلي فون خبرې كوي
په 1993ع كې خو زه وړوكی وم، نه پوهېدم چې د كورنۍ جګړې تاوان به څه وي او يا دا كه زما هيواد د لبنان غوندي شي نو څه تاوان به وكړو، اما ښاغلی حكمتيار په دې هر څه پوهېدلو. خو بيا يې هم هيواد د نورو سره په شريكه وران كړ او زه يې هم پوه كړم د لبنان غوندې كېدل څه مانا لري .
لبنان د الحريري د شهادت نه وروسته، لكه زما هيواد، د يو ملي مشر د نشتوالي له امله د يو مجهول راتلونكي لور ته روان دی. په عربي كې يو متل دی وايي، "" الانتظار اشد من القتل"" (انتظار د وژلو نه هم ډېر سخت دی ). مونږ ته خو انتظار وژل تمام شو. د اوسني عصر د ميرويس نيكه او ابدالي بابا په انتظار كې مو ډېر ګلالي ماشومان او بې ګناه ځوانان او مشران له لاسه وركړل. خو داسې ښكاري چې لبنان ته به د خپلې ژبې د متل په بنا انتظار د وژلو نه هم سخت تمام شي.
",د لبنان ملي مشر ( رفيق حريري ) ومړ
1025,ساحل - کندهار,"
ساحل كندهار 15\7\83
ژوند ځپلې ارواح
و وايه ژونده! هغه به كومه ورځ وي چي نور مي نو دا بې رنګه او بې معنى څېره د دې بې درده او بې ارمانه انسانانو له منځه فناه شي؟
ژونده نور نو زما او ستا تر منځ د پيوستون كومي اړيكي نشته او نه هم د خپل خوار زړه هيلي په تا كي ټوكېدلي وينم.
بس ده نور نو لاس راڅه واخله او دخلاصون لار يعنى د مرګ آرامي غېږي ته مي وسپاره چي ستا دا احسانمن او درانه پېټى مي نور داوږو څه لېري شي.
پرېميږده چي نور و نه زورېږم.
پرېميږده چي نور د نامراده او زورېدلو لپاره ونه ژاړم.
پرېميږده چي نور د زمانې دخدايانو د ستم څخه خلاصون ومومم كومو چي مي د غرور سر د ځان په وړاندي ټيټ غوښتى .
پرېمېږده چي نوره مي درد و ستم ځپلې ارواح د نجس كالبوت له محبس څه ازاده شي
څومره سپېڅلې معنى ... ازادي ... د ارواح ازادي ...
هو! دهغي ارواح ازادي چي د نجس كالبد په محبس كي د رنځ، غم، كړاو او ستم شپې دهغه مهال په تمه سباكوي كوم چي يوه ورځ به وي د مرګ سپېڅلې پرښته به پخپل ټول عظمت سره راځي د هغي (اتكړۍ) و زولنې به خلاصوي او بيا به د محبس تور او كرغېړن ورونه دهغې پر مخ پرانسي او دابه په مننه كولو سره د هغې (ارواح) په لور چي مودې مودې يې د انتظار سترګي ورته سپينې وې پرواز كوي .
يوه ورځ به هغه ارواوي سره پيدا كړي ... نور به د حسرت، رنځ،غم،بيلتون،ستم، او بې دردۍ داستان د هغو ارواوو لپاره پاى ته ورسېږي او هغوۍ به د ميني په وركړل شوي مېني كي يوه ابدي مينه پيل كړي. مينه ... هو... ابدي مينه.
",ژوند ځپلې ارواح
1026,سورغر توخى,"
دعامي روغتيا وزارت وزير ډاکتر سيد محمد امين فاطمي په دي ور ستيو کي دغور په ولايت کې دزرو تنو دمړيني په باب دډله ييزو اطلاعاتو دځينو وسايلو رپوټونو په کلکه ردکړه .
دCHI موسيسي له خولي پرون دډله ييزو اطلاعاتو ځينو وسايلو دغورپه ولايت کې دزروتنو دمړيني په باب رپوټونه خپاره کړي وه چي دا رپوټونه دده په وينا له حقيقت نه ليري دي .
دعامي روغتيا وزير ويلي دي ."" دهغه تړون له مخي چي يو کال مخکي دعامي روغتيا وزارت او دسي ايچ ،اى موسيسي تر مينځ لاسليک شوى وو بايد دغي موسيسي دغور ولايت ټول اوسيدونکي تر روغتيا مرستو لاندي نيولي واي ، خو له بده مرغه دتړون پر خلاف نوموړي موسيسي ټول کار کوونکي پخوا دغورولايت څخه وتلي وه ، دعامي روغتيا وزير په همدي موخه دسر دهغه زيان مسئوليت چي دغور ولايت خلکو ته رسيدلي دي ددغي موسيسي پر غاړه واچاوه او هغه يې ځواب ورکونکي وبلل. :
ده وويل :"" دهغو ورستيو شميرنو له مخي چي تائيد شوي دي دهيواد په سطحه دناروغي دخپريدو له امله دسر دزيان ټول شمير يو سلو لس تنوته رسيدلي دي . دعامي روغتيا وزير په دې اړه زياته کړې ده چي دغور ولايت دخلکو دروغتيا يي حالت دکنترول لاندي نيولوموسئوليت د سي ،ايچ ، اى موسيسي پر غاړه ده چي پخوا يې دامريکادپر مختيايي اداري او دنړيوال بانک څخه زياتي پيسي اخيستي د همدي لپاره اخيستي وي .
نوموړي زياته کړي چي ددغي موسيسي له خوا دغورپه ولايت کې دزروتنو دمړيني خبر په داسي حال کې خپور شو ي دى چي دغور ولايت خلک په خپل وخت دعامي روغتيا وزارت دمرستو هرکلى کوي .
",دغور دخلکومړينه دCHI مسئوليت ده
1027,سورغر توخى,"
دغزني ولايت دناويي ولسوالي ته لس ټنه خوراکي مواد دايساف ځواکونوله خوا دالوتکوپه واسطه رسيدلي دي .""
دغه مرستي چي دبهرنيو نړيوالو موسيسو له خوا په دې ورستيو کې راټولي شوي وي او نوموړي ولسوالي ته دايساف الوتکوله خوا ورسول شوي دي .""
په دي موادو کي اوړه ،وريجي،بوره ،چاي ،او مالګه شامل دي او نن به يي په ويشلو پيل کيږي .
په د ي اړه دغزني والي اسدالله خالد ويلي دي .""نوموړي ولسوالي چي دامهال په وارو پټه او خلک يي دخوراکي مواد له نشته والي سره مخ وه که چيرته دامواد نه واي رسيدلي کيداشواي هلته بشري فاجعه رامنځ ته شوي واي .""
نوموړي ولسوالي دزابل ولايت له نوبهار ولسوالي سره سرحدي پوله لري چي نوبهار ولسوالي هم له داسي مصيبت سره مخ وه چي تيره اووني دخوراکي سازمان له خوا نوموري ولسوالي ته دنوروولسواليو په شمول مرستي اودارودرمل رسيدلي وه
",دناوي ولسوالي ته لس ټنه خوراکي مواد وليږل شول
1028,عبدالاحد پيغام - کابل,"
خوب كه تعبير؟
زه نغمه دخپـــــل جنون يم
ته يونوريي ته جــــانان يي
زه يوسازدغمجن زړه يم
ته زما دزړه ارمـــــــان يــي
چي پيالې يې دي په لاس كــي
داساقي دی كه هوښياردي ؟
چي يي زه په جنون مــــــــوړكړم
داخيام دي كه خمـــــــــــــاردي ؟
داچي زه يي جـــــــــــــــــــــــــوړولم
داهستۍ ته كه نيــــــــستۍ ته ؟
داچي راغلم ودنــــــــــــــــــــــــــياته
دادردونوكه مـــــــــــــــــستۍ ته ؟
دغه لارله مـــــــــــــــــــــــــــانه وركه
داژوندون له مــــــــــــــــانه پټ دی
توبه ګاره به مـــــــــــــــــــــــرګي كړم
داتړون له مـــــــــــــــــــــــــانه پټ دی
په ژړايي رابــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــللم
ټول جهـــــــــــــــــــــــــان په ما خندله
چي ورتلـــــــــــــــــــــــــــلم په خندازه
نوبيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا ټولووژړله
داچـــــــــــــــــــــــــــي خاندم په ژړازه
داقسمت دی كه تقــــــــــــــــديردی ؟
داچي مرمه په ژونــــــــــــــــدون كي
داكوم خوب دی كه تعــــــــــبيردی ؟
",خوب که تعبير ؟ :: زه نغمه دخپـــــل جنون يم
1029,عبدالاحد پيغام - كابل,"
غزل
كله سورسيلاب په شپه كي سره خالونه راوړي دلته
دګلاب په سرولاســـــــــــــــــــوكي اميلونه راوړي دلته
مرګه ستا په معني پوه شوم،ژونده نوي كيسه راوړه
چي يوشمعه په لمــــــــــــن كي سره اورونه راوړي دلته
دمنصوردداركيسه كه دعيسي دوينورنګ دي
دجنون ليوني خيال به ځنځيرونه راوړي دلـــــــته
دخيام ډوبه قسمته ډكي ډكي پيالي غـــــــــــــواړم
چي دسروګلونوڅانګه سره جامونه راوړي دلته
دنغموپه پسته ژبه ويښــــــــــــــــــــــــــوم ويده راګونه
كه مطرب دسازپه پښوكي پايزيبونه راوړي دلته
دغزل دناوي ټيك ته څوخـــــــــــــــــــــــــــالونه جوړومه
كه پيغام په شنه پياله كي سره شعرونه راوړي دلته
غزل
كاشكي څاڅكي دخمارواي دساقي په پيمانه كي
كاشكي تال ديوه خيال واي دمطرب په تـــــرانه كي
كاشكي اوښكه دشبنم واي دګلاب په سره ګريوان كي
كاشكي اوردپسرلي واي دغاټول په سره پــــــــــياله كي
كاشكي رمزدليونتوب واي دجنون پرلويه دښته
كاشكي چيغه دمنصورواي دخيام په ميخانه كي
كاشكي شپه دقسمت نه واي دنصيب په تورماښام كي
ګل دستوروپه تندي واي دسپوږمي په اشـــــــــــيانه كي
كاشكي يواغازدميني يوانجام دژونـــــــــــــــــدانه واي
ښكلي خوب اورنګين خيال واي دوصال په افسانه كي
كاشكي مينه دليلاواي يا جنون دزلــــــــــــــــــــــيخاواي
كاشكي سترګي ديعقوب واي ديوسف په بيلتانه كي
كاشكي وراني جيلخاني واي ،كاشكي مات واي ځنځيرونه
كاشكي ميني نڅيدلاي دجنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــون په زولانه كي
دلاله جنازه
دشبنم په پاكواوښكو
دلاله غسل كومه
دسروګلوپه بستركي
جنازه ورجوړومه
دګلاب دګل دپاسه
سري غونچي پري غوړومه
په سروچيغواوسروساندو
سورغاټول خاوروته وړمه
په مزاريي بلومه
څودشمعوقطارونه
چي پخپلواوښكوپاك كړي
دلاله دزړه داغونه
بيا يي قبرته دريږم
په سجده اوپه ژړازه
بيا تري ځمه په سروسترګو
له خپل دي ګل لاله زه
دوه ژوندونه دي په ژوند كي
يوبي پته اوبي ننګ دي
بل زما ګل لاله دي
چي دزړه په وينورنګ دي
صدقه ترداسي ګل شم
چي دزړه په وينورنګ وي
صدقه ترداسي سر شم
چي دښمن سره په جنګ وي
كويټه ،بلوچستان ۱۹۹۵
دزماني ليوني
ليوني دزماني يم كه منصوريم دخپل وخت زه
چي دحق توره مي كښلي كه يونوريم دخپل وخت زه
دګريوان كچكول مي ډك كړدحسرت په ملغلرو
چي له اوښكو خيرات غواړم خومجبوريم دخپل وخت زه
دزخمي پرهرپه شونډوښكلوم دغم خيالونه
دخپل تن په سروتڼاكوپروت رنځوريم دخپل وخت زه
يوملنګ يم ببرسري ،له دنيا بيزاره سوي
ستا دنورپه ميومست يم چي مغروريم دخپل وخت زه
شيخه ځه الله دي مل شه زه يوغريم نه نړيږم
دپيغام په څير ملنګ يم خوباتوريم دخپل وخت زه
دترانوشيون
دخاموشه سازپه زړه كي
دازګيروي دنغمواوري ؟
په ناپايه سمندركي
سوړفرياددڅپواوري ؟
ستړي كرږي بي اوازه
تښتوي ويده خوبونه
دنظرله سترګوڅاڅي
دماتم دوير بحرونه
دتقدير په توره شپه كي
دقسمت لاسه نه سره دي
دنصيب په هرقدم كي
داميد مړي پراته دي
دپرون رندان دي غلي
څيروي خپل ګريوانونه
دنشوپيالي نسكوره
سوځوي خپل اميدونه
دزخمي غوغاسينه كي
داشيون دترانودي
دخاموش سيلاب په غيږ كي
سرانجام دتوپانودي
دماتم په اوښكولژند
ګريوانونه توپاني شوه
دغمجن خزان له ويري
فريادونه اسماني شوه
دامغروره غرويده دي
دغه دښتي دي خاموشه
دغوټيو خولي تړلي
پسرلي دي فراموشه
دريا لښكري راغلي
زموږ دميني كورتباه شو
دوحشت منګولي سري شوي
هرنفس موبينواشو
غزل
نصيب مي وقسمت ته توري شپي راوړي دي
دلمر سپينولاسوته يي زولني راوړي دي
اغزن خزان خوښه وو،دبهار ترسروګلونو
رقيب دزاغ په ژبه تراني راوړي دي
دشپي ومعركي ته به دژوندپه بيه ځم
ساقي دشمعي لاس كي پيماني راوړي دي
دلمردرڼاڅاڅكي به په اوښكوګډومه
تقديرمي وګريوان ته سري لمبي راوړي دي
اسمانه ! نن دستوروپه محفل كي خاموشي ده
سپوږمي دزړه كفن كي جنازي راوړي دي
عبدالاحد پيغام ، كابل ،افغانستان
",دښاغلي عبدالاحد پيغام د شعر څو بېلګې
1030,,"
",
1031,ننداره,"
پېښور پېښور -دفبرورۍ په يويشتمه دمورنیو ژبو نړيواله ورځ دپېښورپریس کلب کې دعوامي نیشنل ګونداوپښتون خواعوامي ملي ګوند له خوا په ګډه ونمانځل شوه ـ په دې غونډه کې ددواړوګوندونولوړپوړو چارواکوګډون کړی واوخپلې ويناوې يې وړاندې کړې ـ دغونډې ويناوالوکې اسفنديارولي خان ،افراسياب خټک اوافضل خان لالا شامل ودوی دخپلوخبروپه ترڅ کې دې خبرې ته اشاره وکړه چې ددوی له مورنۍ ژبې پښتو سره په پاکستان کې ظلم اوزياتۍ شوې اوتل محکومه شوې ده ـ دوی دپاکستان له دولت څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې پښتودې ددې ايالت رسمي ژبه وګرځول شي اوپه تدريس کې تعليمې ژبه دې پښتووي ـ ديادونې وړده چې په دې غونډه کې افغان سياستوالوهم ګدون کړی وـ چې دافغانستان دسرحداتوپخواني مرستيال وزير ببرک شينواري هم دخپلې وينا په ترڅ کې ددوی دپرېکړې پخلی وکړ ـ ",پښتنو ملت پاله ګوندونو او افغانانو دژبو ورځ ونمانځله
1032,سورغر توخى,"
په دي ورستيو کې افغان ولسمشر حامد کرزي دسعودي عربستان ته په يوه رسمي سفر تللى وه چي تيره ورځ له غرمي وروسته بيرته له نوموړي سفر څخه کابل ته راستون شو.
حامد کرزي له ځانه سره څلرويشت متره پنځلس تختي افغاني غالي چي په افغانستان کي يې دجوړولولرغوني ريښي دي دنبوي جومات لپاره وړي وي .""
حامد کرزي په دې اړه ويلي دي ."" په مخکي سفر کي چي ما دي هيواد ته درولود ما په نبوي جومات کي ماشيني غالي وليدي پريکړه مي وکړه چي ددي مبارک جومات لپاره له خپل هيواد نه په لاس جوړي شوي غالي راوړم .""
دنوموړي پر وينا : افغانستان دهغه اردات له مخي چي له دغه هيواد سره يي لري چمتو دى چي هر کال افغاني غالي ددي مبارک جومات لپاره راواستوي .""
نوموړي دخپل سفر په ترڅ کي له عرب مشرانو سره پر بيلابيلو مسئلو خبري وکړي چي په دي کي دافغان مسافرو چي په تير ٢نيمو ليسزو کي سعودي عرب ته تللي او ستونزي يي لري او دسعودي او افغانستان پر يو لړ نورومهمومسئلو چي تروريزم يې په سر کي ځاي لاره خبري وشي چي دسعودي عرب وليعهد شهزاده عبدالله په دې اړه دنړۍ دمسلمانانوتر منځ ديو ي جرګي هيله وکړه چي دده پر وينا دوى به په مکه مکرمه کي يوه غونډۀ راوبولي او په دي غونډه کي به پر يو لړ نورو پيښو هم سلا مشوري وشي .
","نبوي جومات ته به هر کال افغاني غالي استول کيږي ."""
1033,,"
",
1034, پوهنمل محمود نظري,"
دڅوکۍ خوند
وروسته تر هغې چي جلندر خان له رياسته ليري شو ، برات ګل خان چي ډير ښه چلندی او ټولنيز سړی دی زموږ ريس شو.
هغه هر چا ته ان که د نهمي رتبې مامور هم وي له ځايه پورته کيږي د ﻻس روغبړ ورسره کوي اوترکتني وروسته يې تر وره بدرګه کوي.
زما دا کړه ډير خوښيږي ځکه د انسان کرامت ته درناوی تر ټولو ښه کار دی.
ورو ورو ځير کېدم چي نوی ريس صايب يوازي پخواني ريس جلندر خان ته له ځايه نه پورته کيږی په ناستي روغبړ ورسره کوي اووروسته يې هم نه بدرګه کوی.
ما ته دا معما پيچلې وه نو ځکه يوه ورځ ريس صايب ته ورغلم. ماته چي د تحريراتو کارمند وم له ځايه جګ شو تر روغبړ وروسته مي غوښتنه ترې وکړه، هغه په ورين تندی اجازه راکړه.
ما ځينی وپوښتل:
_ ريس صايب که څه سپين سترګي کيږي خو بيا هم ستاسو ښه چلند دا جورت راکوي چې يوه پوښتنه وکړم.
_ مهرباني!
تاسود ښه چلنداو سلوک له مخي چې لری يې ټولو اړوند انو ته چې ستاسو ليدو ته راځي له ځايه جګېږئ خو...
خو يوازی جلندر خان ته نه ....
که مود هغه نه ډير بد راځی چې نور دلته د راتلو
اجازه ورنه کړم .
ريس وويل:
_ نه،نه
د ريس تندی ﻻ پراخ شو او لږ موسکی شو او ويې ويل:
_ هغه داسي سړی دی که چيري زه له ځايه پورته شم هغه سمدﻻسه زما پر ځای کښيني او ورو يې زياته کړه:
ځکه هغه د دې څوکۍ خوند لېدلی دی .
",دڅوکۍ خوند
1035,,"
٤ دکب ١٣٨٣
د ايران په جنوب ختيځ کې زوروره زلزله شوي ده. چارواکي واي چې په زلزله کې څه باندي ٥٠٠ کسان مړه دي او څه باندي ٦٠٠ ټپيان دي.
زلزلي د کرمان په ايالت کې دري کلي ويجاړ کړي دي او ډير شمېر نورو کلو ته يې سخت زيان اړولي دي.
په ايران کې د بي بي سي خبرياله واي چې د مرګ ژوبلې شمېره ښاي چې نوره هم لوړه شي. ",په ايران کې زوروره زلزله
1036,,"
",
1037,,"
د ١٣٨٣ د کب ٤
کابل : نن د ولسمشر حامد کرزي وياند جاويد لودين له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل چې سعودي عربستان له افغانستان سره د ٥٢ ميليونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده .
په دغه مرسته به افغانستان دکابل هرات د لويې لارې دوهمه پروژه چې له کندهاره تر هراته پورې د سړک جوړول دي ، بشپړوي .
د يادونې وړ ده چې د کابل کندهار د لويې لارې په جوړولو کې هم سعودي عربستان له افغانستان سره مرسته کړې وه خو د هغۀ سړک لپاره متحدو ايالاتو او جاپان هم له مالي مرستې سترګې نه وې اړولې .
",د کندهار هرات سړک سعودي جوړوي
1038,,"
١٣٨٣ د کب ٤
کابل : څرګنده شوې ده چې د طالبانو يو مخکينی مشر او ديپلومات عبدالحکيم مجاهد په کابل کې له افغان حکومت سره په خبرو اترو بوخت دی .
ښاغلی مجاهد د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې په نيويارک کې د طالبانو استازی و . داسې خبر هم خپور شوی دی چې له ښاغلي مجاهد سره څلور تنه نور پخواني مخور طالبان هم ملۀ دي . خو د دغو کسانو نومونه لا تر اوسه نه دي روښانه شوي .
په تېرو دوو اوونيو کې د طالبانو د هغو مشرانو د نومونو د څرګنداوي لپاره د خبريالانو هڅې تر ډيره ناکامې وې چې د امريکايي سفير زلمي خليلزاد په وينا په کابل کې پر خبرو اترو بوخت دي .
",طالب مشر په کابل کې دی
1039, عکسونه :قدرت بزګريار هالنډ,"
٢٦ فبروري ٢٠٠٥
هالنډ د کندهار پوهنتون ته کتابونه ورکړه
په هالنډ کي د خرونينګن خيريه موسسې ( خرونينګن هلپت ) د کندهار ولايت د ميرويس روغتون او کندهار پوهنتون سره مرسته وکړه .
د دغې مرستندويې ټولني په مرستو کې کمپيټرونه،دلابراتوارو سامانونه،چپرکټونه،د مستحقو اوغريبو کورنيوسره د کا لوگنډولوماشينونه،بړ ستنې،د کورونو لپاره ده اړتيا وړلوښو،د ناروغانو چپرکټونه او همدارنگه نور د ضرورت وړو شيان شامل وو .
د کندهار له پوهنتون سره هالنډۍ مرستندويې ټولنې د ٤٥ زرو کتابونو مرسته کړې ده چې په انګريزي ژبه دي . د ټولنې په يوۀ بيان کې راغلي دي چې د دغو کتابونو له جملې ١٠ زره نوي کتابونه دي چې د لويديځ په پوهنتونونو کې تدريسيږي .
داسې باور دی چې له يوۀ افغان پوهنتون سره د دومره کتابونو مرسته ښايي په لومړي ځل شوي وي .
هالنډۍ مرستندويه ټولنه وايي دوی په دې باور دي چې ستانۀ شوي افغانان په بهرنيو ژبو پوهيږي . د دغې ټولنې په وينا دغه کتابونه ډير د طب او نورو مسلکونو په باب د اروپا د پوهنتونونو کتابونه دي چې که سم کار ترې واخيستل شي خورا ګټور به وي .
په کندهار کې ځينې په دې باور دي چې د دغو کتابونو د ژباړلو په برخه کې بايد چارواکي فکر وکړي چې په دې ډول د ټولو زده کوونکيو لپاره ګټور وي .
", کندهار پوهنتون او ميرويس روغتون ته مرسته ورسېده
1040,سنځرخېل - کابل,"
سنځرخېل - کابل٤ - ١٢ - ١٣٨٣
٢٥٠٠ کلنه تاريخي کلا له ګواښ سره مخامخ ده
( بازي - بازي اخر به ريش بابا بازي ؟ )
زموږ په هيواد کي دا لوبي اوس تر دې کچي رسيدلي دي چي بازيګر اوس زموږ په ملي وياړونو هم لوبي کوي . يوه ورځ له دې خبر شوو چي په کابل کي د خواجه صفا له زيارت څخه د دولت د چارواکو په ملتياکيندني کيږي ، تاريخي توکي له مځکي را ايستل کيږي او په غلا بهرنيو هيوادونو ته تر وړل کېدو وروسته پلورل کيږ ي . دا خبره د نړۍ او افغانستان په مطبوعاتو کي خپره شوه ، فرهنګي او کلتوري ټولنو غبرګونونه وښودل ، خو لکه څنګه چي ګران لوستونکي پوهيږي ( په کابل کي مرموزي پلټني ) تر سرليک لاندي ليکنه ، او د اطلاعات اوکلتور وزارت پر چارواکو نيوکي تر اوسه پر خپل حال پاته دي . او دوی ددې تورونو په اړه د ځانونو د سپيناوي هڅې داسي وکړې يو ځل يې د کندهار د اطلاعات او کلتور په رياست کي کله چي ( کندهار د تاريخ په اوږدو کي سيمينار ) ادامه لرله ليکوالو ته بد رد وويل ، تر دې حده چي له نزاکت او اخلاقو چوکاټونه يې مات کړل ، د هغه تر څنګ يې څو تنه افغان ليکوال د وسلې او زور په څرګندولو سره د څارنوالۍ او نږدې محکمو پوري ورسول . زه نه پوهيږم ، چي د زور واکو هغه تجارت به اوس هم روان وي که نه ؟ که به روان وي کومي قيمتي ډبري به کوم هيواد ته وړي ؟ او په کوم ځای کي به د کابل موزيم په نامه څوکسانو ته جعلي کارتونه ورکړل شوي وي او پر کومو لويو لارو به يې د توپک په ملګرتيا د پنجابيانو تر هيواده رسوي ؟ ددې ولس او ددې هيواد هويت ، ددې خاوري تاريخي اثار به څوک ، څنګه ، چيري او په څو شلو کلدارو او ډالرو پلوري او پيرودي ؟
داسي ښکاري لکه د تاريخي اثارو د غلا کولو د خبرونو د ليکلو او د هغو د خپرولو جرئت چي نور کوم ليکوال کي نه وي پاتي . ځکه داسي مي لا هم ولوستل چي يوه ملګري ليکوال ته مي د کومي ويبپاڼي چلوونکي ويلي وو چي ژوند ليک دي راوليږه ، او د ليکنو سره دي ولي اصلي نوم نه خپروې ؟
ملګري مي په جواب کي ورته ويلي وو ، چي زه غريب سړی يم ، سر او نيم سر اولادونه لرم ، نه غواړم د صالح او محمديار غوندي په څارنواليو او قومندانيو وګرځم !
او نور کېدای شي هغه ليکوال هم د ځان ساتني په سبب له داسي ليکنو او پټو رازونو تر ښکاره کېدو تېر شوي وي .
دا ځل بيا د ښاغلي کرزي صاحب د پراخ بنسټه دولت او مسلکي کابينې ( اهل کار وزيرانو صاحبانو ) په شتون کي د يوې بلي زړه بوږنوونکي پېښي څخه خبريږو ، دا ځل داسي ښکاري له عامه ولس چي هم د دولت ځينو وزيرانو ته کتلي وي ، او له هغوی نه يې زده کړه کړې وي . ځکه دوی به هم وايي چي وزير صاحب لا دومره اقتصادي ستونزي لري چي په تنخوا يې ښه نه کېږي او د تاريخي اثارو په کاروبار ځان چلوي نو موږ خو هر سړی ويني چي دلته په دې کنډوالو کي څو شپې تيروو . د خدای پر مځکه اوسيږو !؟
د هلمند ولايت له والي ښاغلي ملا شيرمحمد اخند زاده او دهغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور له ښاغلي ريس څخه په کلکه غوښتنه کوم چي دهلمند په ښکلي ولايت کښي دي د هيواد دتاريخي ودانيو او زړو کلاوو او د هغه سيمي د تاريخي اثارو په ساتنه کي کلکه پاملرنه وکړي . او په هلمند کښي د بست فرهنګي ټولني او په هغه ولايت کښي نور ليکوال ، فرهنګيان او ژورناليستان بايد په دې اړه رښتيني مالوماتپه بېلابېلو خبري رسنيو او خپرونو کښي خپاره کړي او ددې ترڅنګ يې د يونسکو ادارې ته وليږي .
نه غواړم خبره ډيره اوږده کړم ، نن د ١٣٨٣ لمريز کال د کب د مياشتي پر څلورمه نېټه د پژواک خبري اژانس د يوه ازاد خبريال له خوا لاندنی خبر خپور شو : ښاغلي محب روښان داسي ليکلي و
",٢٥٠٠ کلنه تاريخي کلا له ګواښ سره مخامخ ده
1041,مېرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ ٧ کب ١٣٨٣ لمريز
څوسياسي خبري او د افغانستان ودانول د هغه کتاب نوم دی کوم چي ښاغلي عبدالکريم ميثاق ليکلی او ښاغلي مېرزاعلم حميدي په پښتو ژباړلی دی ، او بېنوا فرهنګي ټولنه يې د چاپ چاري پر مخ بيايي .
د کتاب ژباړن ښاغلی حميدي غواړي چي د ياد شوي کتاب پښتو ژباړه د بېنوا ويبپاڼي له لاري په پرله پسې توګه خپره کړي .تر څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کښي مېشت هغه ګران هيوادوال چي که د کتاب چاپي بڼه ژر ترلاسه نه کړای شي د بېنوا ويبپاڼي له لاري ټوله کتاب په پرله پسې توګه ولوستلائ شي .
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه د ښاغلي مېرزاعلم حميدي له دې نېک احساس څخه په منني سره خپل درانه لوستونکي د يادشوي کتاب لوستلو ته رابولي .
په درناوي - عبدالله احسان
څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول
څرګندونه
څه شی چې په دې ټولګه کې ښکارېږي په افغا نستان کې د هغه مهال د ژوند تجربې دي چې يوه موده په نه پېژندلو او پيچلو ملي او نړيوالو شرايطو کې ؛ له پخوانۍ تجربې پرته د سياست په منګولو کې کېوتی وم .
په هغو او وروستيو کلونو کې مې په افغانستان کې سياسي خبرې او ودانول داسې په ماغزو کې راټول شوي وو چې کله، کله يې په بيلو، بيلو خپرونو او په ځانګړي توګه د « محبت » په خپرونه کې ليکلی غبرګون څرګنديده. دادي ځنې يې چې د ځانګړي اند، تجربې، موندنې او پېژندنې پربنسټ ولا ړې دي ؛ په دغه ټولګه کې قدرمن لوستونکي ته وړاندې کيږي .
کريم ميثاق
د سريزې پرځای
چې پرې وياړم دغه درې راباندې ګران دي
سپيڅلتيا، دويم لوستل درېيم ليـکل دي
وياړم چې د وتلي ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالکريم ميثاق ليکنه مې له دري ژبې څخه پښتو ژبې ته را وژباړله او دده په اجازه مې نه يوازې د خپلې خوښې غورچاڼ پکې وکړ بلکې په ځينو ځايونوکې مې لږې زياتونې هم پکې راوستې .
ما دا کار ددې لپاره نه دی کړی چې دداسې نوميالي ليکوال په وړاندې دومره ستره سپين سترګي وکړم بلکې د مخکني پوهاوي له مخې مې په دغه ليکنه کې خپله خوښوونه (سليقه) هم ونغښته چې په شننه يې قدرمن ميثاق صاحب پوهيږي. خو زه دا خبره په زغرده کوم چې موږ دواړو دغه کار د ګډې موخې اود يوه اند لپاره کړی دی؛ هغه هم داسې :
۱ ـ چې په دغه وړ او مناسب مهال د دواړو ژبو لوستونکي د کتاب منځپانګه په خپله مورنۍ ژبه ولولي اوګټه ترې واخلي ترڅودچا په وينا چې دمورې په خوا کې وږی نه شي پاتې.
۲ ـ د سعدي عليه رحمه له وينا سره سم چې ويلي دي :
بنيادم واړه د يو بدن اعضـــــــا دي
حقيـقت کې يو جـــــوهرځنې پيدا دي
که يـو غړی د بدن يې په درد راشي
د وجود نوره ټول غــــــړي يې په ژړا شي
دې غوره لارې ته هڅول چې :
۳- دقانون په وړاندې سرټېټول دخپل عزت اوشرافت اصل بيانوي.«زغلول پاچا»
ـ ټولنه به هغه مهال نيکمرغه شي چې قانون دحق د ټېنګښت لپاره خدمت وکړي.
ـ قانون او اخلاقي زده کړې هغه مهال اغېزمنې کيږي چې قانون د کتاب له پاڼو څخه د خلکو زړونو ته ور ولېږدي .
۴ـ.دوجدان رضا يوازې د دندې له سرته رسولو وروسته ترسره کيدای شي . « اسمايلز»
ـ بيده شوم خوب مې وليدچې ژوند په زړه پورې او ښکلی دی؛ کله چې راويښ شوم و پوهيدم چې ژوند دنده پېژندنه ده. « کانت »
۵ ـ يو غلط حکم د څوګناهونواوڅو برباديومور ده ځکه چې ګناهونه ژوند چټلوي اوغلط حکم د ژوند سرچينه چټلوي. «فرانسيس بايکون»
ـ له هغې عقيدې څخه چې بنسټ يې په عدل ولاړ وي بله غوره عقيده نه شته.
ـ بايد چې حکم دومره ټېنګ، ثابت اوغښتلی وي چې د قانون د بشپړ متن په اندازه ارزښت ولري .
ـ که حکمونه د قاضي د ځانګړي باورپربنسټ ولاړوي؛پداسې ټولنه کې نه څوک خپله دنده پېژني او نه څوک په دې پوهيږي چې سبا ته به څه پېښشي.« مونتسکيو»
۶ ـ ټولنيز پسادونه دوه ډوله دي: يودا چې خلک دقوانينو پروا نه کوي؛دغه خوږ درمل کيدای شي . بل دا چې قوانين خلک پاسيداوي ؛ دغه خوږ نه شي درمل کيدای ځکه چې دغه خوږ په خپله د درملو له کبله دي . « مونتسکيو»
ـ د پسادونو وروستۍ درجه د ظالمانو په ګټه د قوانينو کارول دي. « ولټر»
۷ـ سياست بې غږه سوان دی چې ورو، وروخپل ځان دمقصدپړاوته رسوي.«مونتسکيو»
ـ سياست د شطرنج د لوبې په څېر دی؛ د چا چې دا لوبه نه وي زده هغه يې بايلي «.ژان ويوليس »",څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول
1042,ننداره,"
د بېنوا خبرياله = پېښور:: دافغان کډوالوسرشمېرنه دفبرورۍ په درويشتمه دپاکستان دصوبه سرحدايالت نه پيل شوه ـ دالړۍ به دپاکستان نوروايالتونوته هم وغزول شي .دکډوالوسرشمېرنه يوـ این -ایچ -سي -ار ،اوپاکستان دولت په ګډه په غاړه اخستې، په دي سرشميرنه کې (۷۵۰۰۰۰)ډالره مصرفيږي - همدارنګه دې سرشميرنه کې هغه افغان کډوال شامل دي چې د(۱۹۷۹)م کال راپه دې خوامهاجرشوي .ديواین-ایچ-سي ار- اوپاکستان دولت له سر شمېرنې څخه داموخه نه ده چې له دې سرشميرنې نه وروسته افغان کډوال به په زوره خپل هيواد ته ستانه شي .البته ددوی دا مقصددی چې د(۲۰۰۶) م کال نه وروسته داکډوال به دمهاجر په نوم نه بلکه دافغان په نوم وپيژندل شي .اودراجسترکارتونوپه درلودولوسره دپاکستان دخاوري تابيت هم ترلاسه کولای شي .
",په پاکستان کې د افغان کډوالو سرشمېرنه پیل شوه
1043,محبوب الله محبوب,"
غزل
ته خو پر شا روان مخته، در ته څه و وا يم ؟
کيسه اسانه ده که سخته ،درته څه ووايم ؟
هرې خبرې اوپوښتنې ته ځواب جوړ کړ ما
ارمان چې ته راغلې ناوخته،درته څه ووايم ؟
دمينې زور و،له يوه سره هم لاړ نه شومه
له خپله عقله او له بخته، درته څه ووا يم ؟
يوه رنګينه دنياګۍ مې ده په زړه کې جوړه
ددې دنيا له تاج و تخته ،درته څه ووا يم ؟
بس يوڅړيکه وه،يو دردو ،ګړيدم چې درته
اوس خو هرڅه شولو کرخته،درته څه ووايم؟
اوس خو زلمی،يمه مورجانې،شونډې تورې زما
تر څو به ما وهې په لخته ،درته څه ووايم؟
م ''محبوب'' اسلام اباد
",غـــــــــــــــــــــــــــــــزل
1044,,"
هلال ياسيني - ٥ کب ١٣٨٣ لمريز
د كانكور ازموينې زمونږ د هيواد په تعليمي او تربيوي سيسټم كې خورا مهم رول لري . ځكه چې زده كونكي د يوې معينې تعليمي مرحلې څخه چې پكې اساسي زده كړې كوي يوې بلې جږې تعليمي مرحلې ته چې د تخصص پورې اړه لري او د هيواد په ابادۍ كې مهم رول لري پوريباسي. د تېر كال د كانكور ازموينې په دې وجه لغوه اعلان شوې وې چې د ازموينې پوښتنې د دولت ځنو مامورينو په تور بازار كې خرڅولې. سږ كال د هيواد په تاريخ كې د اول ځل دپاره په لس هاو زره زده كوونكي د كانكور په ازموينه كې برخه اخلي، خو د ازموينې په هكله رنګارنګ اندېښنې موجودي دي.
د ٢٠٠٣ع كال د ديسمبر په مياشت كې مې د مكتب د وخت يو استاذ وليدلو. نوموړی استاذ پاك او پخپل هيواد مين شخصيت دی، او هيواد ته يې د قدر وړ خدمتونه كړي دي. د خبرو په دوران كې مو د دولت يو جږپوړی مامور ياد كړ چې سمدستي ترينه استاذ شكايت شروع كړ. شكايت دا و چې د استاذ زوی يو لايقه زده كونكی دی او غوښتل يې چې د طب پوهنځي ته كامياب شي. خو د طب پوهنځي ته كاميابيدل څه اسانه خبره نه وه. دا نه چې ورته د ډېر لياقت او پوهې ضرورت و ، بلكه د ډېرې قوي واسطې او يا د يو لوی رشوت ضرورت و. نو ځكه خو زما استاذ چې د هغه په وينا د شل زره افغانيو رشوت وسعه نه لرله، دغه جږپوړي دولتي مامور ته مراجعه كړې وه تر څو ورته د يوې مسلحې ډلې -چې د افغانستان تعليمي سيسټم يې په لاس كې و- كوم مشر وګوري او ليك وركړي چې زوی يې د طب په پوهنځي كې شامل شي. دولتي مامور ورڅخه معذرت غوښتی و ځكه چې د نوموړي اړيكي د هغې مسلحې ډلې د مشرانو سره ښې نه وې، نو كولی يې نشو چې واسطه ورته وګوري. استاذ راته وويل چې بله لار نه وه، هر كس بايد قوي واسطه ولري او يا رشوت وركړي چې د خپلې خوښې پوهنتون ته كامياب شي.
د كابل پوهنتون ته لاړم او هلته هم زده كونكو د دغه مشكل نه شكايت لرلو. ځينو خو راته خپلې ويديوي مركې هم راكړلې چې پكې كې د دولت د ځنو منسوبينو څخه -چې په پوهنتون يې كنترول لرلو- شكايت كولو. لوی شكايت د رشوت او ژبني تبعيض و. د لوګر د ولايت څخه راغلي يو زده كونكي راته وويل چې په پوهنتون او مربوطه موسساتو كې بايد كوم جږپوړی مامور وپېژنې او يا رشوت وكاروې تر څو خپل د خوښې پوهنځي ته كامياب شې. او په پوهنتون كې د نه مقررۍ دپاره خو دا بس و چې څوك په پښتو خبرې وكړي.
سږكال هم هيوادوال انديښنې لري چې د دولت محترم مامورين به د تېرو كلونو تكتيكونه استعمال كړي. د ځينو زده كونكو په قول سږه كال د خپلې خوښې پوهنځيو ته د كاميابيدو د رشوت قيمت هم زيات شوی دی. د طب او انجنيرۍ قيمت د زرو ډالرو نه زيات او د حقوقو د پوهنځي قيمت د اته سوو او زرو ډالرو تر منځ اټكل شوی دی. او طريقه يې هم داسې ده چې رشوت وركونكی به د كوم باوري درېمګړي سره متفق عليه پيسې ږدي او چې كله د خپلې خوښې پوهنځي ته كامياب شي نو درېمګړی به دولتي مامور ته هغه
پيسې وركوي. زده كونكي دا اندېښنه هم لري چې د تېر كال په شان كيدای شي د كانكور پوښتنې په تور بازار كې خرڅي شي او يا به بيا د كانكور نتيجې لغوه اعلان شي.
زما په عقيده د خلكو اندېښنې په ځای دي. سره د دې چې افغانستان هم د ټولټاكنو په سرته رسولو د جمهوريت د تاسيسولو لمړی قدم واخستلو، خو د خفګان خبره دا ده چې دا جمهوريت ډېر د پاكستان جمهوريت ته ورته دی. د كوزې پښتونخوا د مشهور ليكوال نورالبشر ""نويد"" خبره مونږ ځان سره د پاكستان څخه د پاكستان د ""كلچر"" يا كلتور ځنې مهم عناصر افغانستان ته انتقال كړيدي. چې يو يې هم په دولتي ادارو كې د رشوت اخستل دي. د مجاهدينو د دورې ملوك الطوايفۍ او په تېرو كلونو كې د ځنو مسلحو مليشو د منسوبينو كردارونو په دولتي موسسو او ادارو د خلكو اعتبار بيخي له منځه وړی دی. دولت بايد كوښښ وكړي چې د خپلو موسساتو په نزاهت او غښتلتوب د خلكو باور وساتي او يا يې بېرته لاس ته راوړي.
دا چې نوې كابينه د ولس د رايې د اخستلو نه وروسته ټاكل شوېده، د ولس ملاتړ لري، او د تعليمي ادارو په سر كې د مسلحو مليشو مشران قرار نه لري او ښاغلی اشرف غني د كابل پوهنتون مشر شوی دی، دا يو ښه فرصت دی چې دولت د خلكو باور بېرته وګټي. ځكه كه هر څوك رشوت د كاميابۍ لار وګڼي او د دولت د مامورينو په ريښتنولۍ خپل باور د لاسه وركړي، شايد دا به ډېره سخته وي چې د هيواد د راتلونكي نسل او خصوصا متعلمې طبقې څخه د هيواد په ابادۍ كې د مثبت رول هيله ولرو. تعليمي ادارې يو عظيم فرصت لري چې په هيواد كې د ريښتنولۍ او ايماندارۍ كلتور بېرته راژوندی كړي، په سږني كانكور كې د بډو اخستلو او واسطو كارولو مخنيوی وكړي ، او د راتلونكي نسل پوهانو او مشرانو ته دا وښايي چې د دوی حقوق په ځای دي او لږكي خود غرضه او فاسد عناصر نشي كولی د دوی په راتلونكي لوبې وكړي.
هيله ده چې سږ كال به د كانكور په هكله د خلكو اندېښنې فقط اندېښنې پاتې شي او واقعيت ته به نه ترجمه كېږي، تر څو د تيرو كلونو بې اعتباري او بې ايماني خاتمه ومومي او هر د حق څښتن ته خپل حق ورسېږي.
",سږنۍ كانكور ازموينې
1045,,"
پېښور - پنجشنبه ٦ کب ١٣٨٣
په دې وروستيوکې دپاکستان په ډلييزو رسنيوکې دالقاعده دترهګرتنظيم مهموغړونومونه ،تصويرونه اودهغوی په سرانعامونه په پرله پسې ډول خپريږي اوپاکستان د دولت له خوادااشتهارات راځي چې ددې غړوپه ګرفتارۍ کې به دپاکستان دولت دامريکاددولت له خوامعلومات ورکونکي اومرسته کوونکي ته دهرغړي په سر انعام ورکوي . د جایزوتفصيل په دې ډول دی :ايمن الزواهري دوه نيم کروړه ډالروپورې ،اسامه بن لادن دوه نيم کروړه ډالروپورې ،مصطفی بنت مريم نصر پنځوس لکه ډالروپورې ،عدنان جی الشکري حوماپنځوس لکه ډالروپورې ،مرحمت مرسی السيدعمرپنځوس لکه ډالروپورې ،ملاعمريوکروړډالروپورې ،مصطفی محمدفاضل پنځوس لکه ډالروپورې ،عبدالله احمدعبدالله پنځوس لکه ډالروپورې ،علی سيدمحمدمصطفی الکبری پنځوس لکه ډالروپورې ،سيف العادل پنځوس لکه ډالروپورې ،محسن موسی متولی عطوی پنځوس لکه ډالروپورې ،شيخ محمدسليم سوډان پنځوس لکه ډالروپورې احمدمحمدحامدعلی پنځوس لکه ډالروپورې ،انس ال الهی پنخوس لکه ډالروپورې ـهمدارنګه دتيلفون شمېرې دبريښناليک له پتوسره په دغو اعلانونو کې خپريږي ،.چې اطلاع ورکوونکې ورسره په تماس کې شې اواطلاع ورکوونکې دويب پاڼې په ليدولودجايزې ترلاسه کولووروسته کولی شي له خپلې کورنۍ سره په هرهيوادکې چې وغواړي داستوګنې ځای ورکول کيږي او راز به یې هم پټ ساتل کېږي -د څارونکو په نظر جوتیږي چې لا هم په پاکستان کې زیات شمېر مهم اور پکي ژوند کوي ـ
",پاکستان د القايده او طالبانو دمهمو غړو په سر انعام و ټاکه
1046,افغان رساله - کاناډا,"
له کاناډا څخه خپرېدونکې (افغان رساله) يې په پرله پسې توګه خپروي
افغان رساله – کاناډا - ٦ کب ١٣٨٣
د امریکايي وتلي ژورناليست او د واشنګتن پوست د مسوول مدیر ښاغلي باب ووډوارډ مشهور کتاب ( بوش په جنګ کې - Bush At War) چې په ۲۰۰۳ کال کې خپور سوی وو، د هغه وروسته د افغان رسالې دايمي همکار ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد لخوا د ژباړلې کار پیل کړ او د یو کال راهیسې د افغان رسالې په مسلسلو ګڼو کې پرله پسې خپریږی او همدا راز ددې کتاب د ژباړلې کار تير کال پای ته رسیدلې دی او اوس دغه کتاب د افغان رسالې د خپرونو لخوا تر چاپ لاندي دی.
د (بوش په جنګ کې) کتاب به ډیر ژر د مینه والو تر لاسونو ورسيږي .
همداراز د يادوونې وړ دی چې ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد په سلګونو ليکنې کړې او ژباړلې دی چې په مجاهد ولس، دعوت، ګربت او افغان رساله کې خپرې سوي دی . ډاکټر صمد د څلورو کالو راهیسې د افغان رسالې منظم قلمي همکار دی.
ده څلور کتابونه ژباړلې دي چې درې يې پخوا خپاره سوي او څلورم يې د يو کال راهسيې په افغان رساله کې په پرله پسې توګه خپريږي .
د ډاکټر نثار احمد صمد خپاره سوی آثار دا دي :
١ - ډ ډګروال يوسف او مارک اډکين اثر ( The Bear Trap) په دری ژبه د (( فاجعه قرن ما)) په نوم د ۱۳۷۴ لمریز کال جدی میاشت -په ۳۸۴ مخونو کې) دا کتاب وروسته په پيښور کې نامعلومو کسانو بيله اجازې دوهم ځل چاپ کړ او درې میاشتې وړاندې بیا هم همالته بیله اجازې چاپ سو.
٢ - د مشهور امریکایی لیکوال ښاغلي بروس ریچارډسن اثر ( Afghanistan - Ending The Reign of Soviet Terrer) په پښتو د (( لستوڼې مار)) تر عنوان لاندې ( د ۱۳۷۷ لمریز کال جوزا میاشت - په ۱۲۰ مخونو کې) .
٣ - د لوډويک اډامیک اثر ( Afghanistan Foreign Affairs to the Mid-Teventieth Century(( د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ)) تر عنوان لاندې په پښتو ( ۱۳۷۸ لمریز کال اسد میاشت - په ۶۰۲ مخونو کی) البته دا کتاب دوه ځل بیله اجازې درې میاشتې مخکې په پیښور کې چاپ سوی دی.
٤ - د امریکایی مشهور لیکوال ښاغلي باب ووډوارډ ( Bush At War) په پښتو ژبه د (بوش په جنګ کې) تر عنوان لاندې .
دا کتاب چې څلور سوه مخونه لری تر اوسه خپور سوی ندی مګر دتیر یو کال راهیسې په افغان رساله کې منظماْ خپریږی . او ډیر ژربه انشاء الله له چاي څخه راووزي .
٥ - د کالکا رنجن قانو ګو اثر ( شیر شاه اور اس کا عهد) پښتو ژباړه همدا اوس تر لاس لاندې ده چې انشا ءالله ژر به تکمیل او چاپ سي.
د ډاکټر نثار احمد صمد برېښناليک پته : nsamad@hotmail.com
په درناوي
د افغان رسالې اداره
E-mail : afghanpost@rogers.com
",( بوش په جنګ کې ) پښتوژباړل شوی دی
1047,,"
٦ کب ١٣٨٣ لمريز
د بري راز
( ټولنيزه اروا پوهنه )
د بري راز ( ټولنيزه اروا پوهنه ) د پروفيسر جان مورګان ليکنه ده ، ښاغلي ميرزا علم حميدي په پښتو ژباړلی او د پښتو ژبي نوميالي کره کتونکي ښاغلي زرين انځور سريزه پرې ليکلې ده .
نوموړی کتاب د ٢٦ سرليکونو په لرلو سره په ١٨١ مخونو کښي په روانه پښتو ژبه خپور شوی دی .
په ياد شوي کتاب کي ښاغلي زرين انځور د کتاب په سريزه کښي د ليکوال په اړه داسي ليکلي دي :
د خوښۍ ځای دی چې د نوميالي افغان ليکوال او ژباړونکي ښاغلي ميرزا علم حميدي په قلم يو بل اثر هم په پښتو وژباړل شو ……
… دغه اثر په ټوله نړۍ کښې دومره مشهوره دی چې ښايي ډېره لږه داسي بله ژبه به وي چې د ويونکو شمېر يې له څو مليونو څخه واوړي او دغه اثر دې ونه لري ، يوازي زموږ خوارو ، اټکل پنځوس مليونو پښتنو ، لاتر اوسه پوري دغه اثر پر خپله ژبه نه شوای لوستلی .
له نېکه مرغه ښاغلي حميدي ، موږ په دې برخه کې هم د نړۍ د نورو ژونديو اولسونو او ژبو د سيالۍ جوګه کړو .
( د بري راز ) داسې يو اثر دی چې هر پښتون ته يې لوستل لازم دي ، دا نه يوازي چې په ځانګړي او شخصي ژوند او د ځانګړي ژوند د برياوو لپاره ډېر ګټور دی .
ټولنه کي د يو غوره رول لوبولو لپاره ډېرې په زړه پورې لارښودنې لري . . . . . ( د کتاب د سريزې څخه )
د کتاب نوم : د بري راز
ليکوال : پروفيسر جان مورګان
غورچاڼ او ژباړن : مېرزا علم حميدي
کمپيوټر چارې : مېرزا علم حميدي
دخپرېدو ځای : پېښور – پښتونخوا
دخپرېدو کال : ١٣٨٣ ل - ٢٠٠٥ زېږديز
دچاپ شمېر : ١٠٠٠ ټوکه
د ښاغلي مېرزا علم حميدي پرله پسې څوارلسم پښتو دغه کتاب په پېښور کې له دانش کتاب پلورنځی ، ننګرهار کي ګودر کتاب پلورنځی ، کابل کي ښاغلي کاتب پاڅون ، کندهار کي افغان کتاب پلورنځی او کوئټۀ کښي صحاف کتاب پلورنځی څخه تر لاسه کېدای شي .
",د بري راز ( ټولنيزه ارواپوهنه )
1048,,"
٦ د کب ١٣٨٣
د افغانستان په لويدېځ کې غور هغه ولايت دي چې د روان ژمي اورښتونو او سړې هوا د نورو ولايتونو په پرتله ډېر ځپلې دي.
د خوراک نړيوال سازمان ( ډبليو ايف پي) واي د غور ولايت د لرو پرتو سېموسلګونو وګړو ته د هوا له لاري خوراکي توکي رسوي چې د واورو د اورښت له کبله يې اړيکي د بهر سره پرېشوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو يو وياند وويل چې د حکومت او نړيوالو سازمانونو يوه جرګه ګۍ په راروان پسرلي کې د سېلابونو سره د مبارزې لپاره چمتوکيږي. ",د غور ولايت سره خوراکي مرسته
1049,,"
",
1050,,"
",
1051,ولي شا طبيب - کندهار,"
ولي شاه طبيب – کندهار ٧- کب ١٣٨٣
ما يو وړوکی ماشوم وليد چه تقريباُ اته خزانه يې ليدلي وه ،دماشومتوب ښکلا يې دمبلايلو او تورو دودونو لاندي پټه سوې وه ،غوړ او خيرني جامې يې په تن وې ،ديوه تيزرفتار موټر دټير په خلاصيدو لګيا و ، په خپلو نازکو او وړو لاسو کښي يې دومره توان او قدرت نه درلود چه دټيرونو پيچونه خلاص کړي ، ماشوم به پر پانه ودرېدی او يو خيز به يې پر پانه وواهه او پېچ به يې خلاص کړ ، بيا به يې بل پيچ ته پانه ورواچول او په دي ترتيب يې پاتي پيچونه يو په بل پسي خلاص کړل ، زه چه په حيرت کښي ولاړ وم اوزړه ته مي نه لويدل چه دا وړوکی ماشوم دي دموټر ټير راخلاص کړي ، خو ماشوم په ډيره کاميابۍ دا کار ترسره کړ ، ماشوم ماته داسي وکتل چه ګواکي دخپلي کاميابۍ الهام يي راکاوه چه زه هم يو څوک يم او دکار کولو جوګه يم ، ماشوم ماته څه ونه ويل بلکه دټير په پنچرۍ نيولو اخته سو . په دې شېبه کښي مي دماشوم نه پوښتنه وکړه چه ايا ښوونځی ته ځي که نه ؟ ماشوم بيله دې چه ماته وګوري په ناهيلۍ او نااميدۍ سره لنډ جواب راکړ : يا، نه ځم . بيا مي پوښتنه ځني وکړه چه ولي نه ځې ؟ هغه ځواب راکړ چه زه کسب زده کوم موږ مسکينان او غريبان يو مور مي دبل کور کالي مينځي او پلار مي روزانه مزدوري کوي ، دلته کار هم زده کوم اودهفتي دوه سوه افغانۍ او دغرمي ډوډي هم راکوي ، په دي شېبه کښي يې استاد راښکاره سو، ماشوم ډير تلولۍ او وارخطا سو او په خپل کار لګيا سو او نوره يي ماته پاملرنه ونکړه .
مادوه واړه ماشومان وليدل چه دکابل دنوي ښار دپارک په يوه کنج کښي په دې سړه يخنۍ کښي دکچرو او انبارو په ډيران کښي لالهانده وه ،دي دوو تنکيو ماشومانو په خپلو نازکو لاسونو دغه ګندکي او کچري دي خوا او هغي خوا ته اړولې ، ددې ماشومانو باړخوګان او لاسونه دکابل ديخنۍ له وجي سره اوښتي وه ، دخولې نه يې تاوده توښونه راوتل او په متواتر ډول ټوخيدل ، تابه ويل چه سوزنده تبه لري او شايد چه همداسي به وه.
دوی په غذايي پاته شونو ،زړو ډبو او پلاستيکي بوتلونو او نورو پسي کتل ، کله چه دی معصومو ماشومانو خپل نازک لاسونه په کچرو ننه ايستل ، زما زړه به په درزهاري سو ،ماويل نه چه دانازک لاسونه په کوم تيره او تېز شي باندي غوڅ نه شي .
ما يو بل اته کلن ماشوم وليد چه دکابل دنوي ښار په شاوخوا کښي يې ورځپاڼي خرڅولې ، په پياده
روکښي به په لارويانو پسي ځغاسته چه ګوندي کومه ورځپاڼه پري خرڅه کړي ، نوموړي ماشوم به په
خپله ماشومانه ژبه دورځپاڼي دمطالبو عنوانونه ذکرول تر څو وکولاي سي چه دلارويانو څخه څوک کومه ورځپاڼه واخلي .
هوکي دداسي بې وزلو ګلاليو ماشومانو مثالونه زښت زيات دي . ددې ماشومانو دحقوقو په هکله کتابونه ليکل سويدي ، نړيوال قوانين او کنوانسينونه تيار سويدي ، زيات شمير پروتوکولونه تهيه سويدي . دنړۍ ډير شمير ممالکو پر دغو اسنادو لاسليکونه کړي دي . دکاغذونو پرمخ ډيري لاس ته راوړني او پرمخ تګونو راپورونه ورکول کيږي ،خو حقايق بل ډول او ډير زړه دردونکي دي .
زه دې ماشومانو ته واړه اتلان وايم ،دوی په دې کم عمر دکورنۍ خرڅ برابروي ، ديولوی مسؤل شخص په ډول کړنه کوي ،دژوند دناخوالو سره په جګړه کي دي . نن ورځ دي نوم ورکو وړو اتلانو ته ډير ګواښونه متوجې دي ،دا ماشومان دناروغيو په وړاندي مقاومت نه سي کولاي . ددوي جسمي او دماغي وده دګواښ سره مخامخ ده ، دوي ته دلوبو او راحت امکانات نه سته ،ښه غذا نه ورته رسيږي ، دوی دښووني او روزني څخه بې برخي دي . دا خاموش واړه اتلان په ډير حسرت سره هغو ماشومانو ته ګوري چه هره ورځ په تودواو پاکو جامو کښي دښوونځيو خوا ته روان دي ، په چوپتيا سره هرڅه زغمي ، شکايت نه کوي ، خپل وړوکۍ او دهوس نه ډک زړه يې کوټلی او تر درندې تيږي لاندي کړی دی په خپله غريبۍ او محروميت يې قناعت کړی دی .
زموږ په ګران افغانستان کښي ددې بې وزلو او هېر سويو ماشومانو شمېر دبل هر هيواد زيات دی ، دحکومت وظيفه ده چه خپله پاملرنه دې وړو اتلانو ته راواړوي ، ددوی دحقوقو داعادې لپاره هلي ځلي وکړي ، هغه بيځايه ملا ماتوونکي مصارف چه ددولتي ادارو ،وزارتو او دفترونو دښکلا او ډيزاين لپاره کيږي ددي غريب ملک لپاره اړتيا نه ده ، ديو ملک پرمختګ دمجللو او ښايسته قصرونو په درلودولو سره نه ارزيابي کيږي بلکه ديوه ملک ترقي او پرمخ تګ ددي نه معلوميږي چه په هرو زرو ماشومانو کښي څومره يي تر يو کلنۍ او پنځه کلنۍ پوري رسيږي ، دخلګو دمتوسط ژوند اندازه يې څومره ده ، ديوه شخص کلنۍ پس انداز څومره دی ، که چيري پورته معيارونه مدنظر ونيسو نو زموږ ګران افغانستان د۱۷۸ ممالکو په لست کي دپای دخوا پنځم هيواد دی ، يعني صرف څلور ممالک تر موږ هم بدبخته دي چه هغه هم دجنګ په لمبو سوځي .
زموږ دهر وطنوال وظيفه ده چه په دي هکله ژور فکر وکړي ، او يو ځل خپل نازولۍ بچی ددي بي وزلو ماشومانو په بڼه کي تصور کړي .
.
دابي وزلی ماشوم دکندهار په ښارکښي دغربت او محروميت ورځي تيروي
",تنکي ماشومان - واړه اتلان
1052,عبدالله احسان,"
پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين نظري زوی په کال١٣٣٤ د غويي دمياشتي پر ٢١مه نېټۀ دکندهار په ښار کښي زېږېدلی دی
پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين نظري زوی په کال١٣٣٤ د غويي دمياشتي پر ٢١مه نېټۀ دکندهار په ښار کښي زېږېدلی دی .
دکندهار ښارد محمود هوتکي له ښوونځۍ نه وروسته په (١٣٥٤ ) کي دکابل د حبيبې عالي ليسې څخه فارغ شوی دی اوپه (١٣٥٨ ) ل کال کي دکابل دکرني پوهنځۍ د مېوو او ځنګلونو دڅانګي څخه فارغ شو .
د عسکري خدمت وروسته يې د کرني په پوهنځۍ کي د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړه او په (١٣٦٧ ل ) د تاجکستان د کر نی د انيستيتوت نه يې ماستری اخېستې ده په بين المللي موسسو کي يې دمېوه جاتودمسول په ټوګه هم کار کړی دي ښاغلی نظري اوس د انګليستان د لندن په ښار کي اوسيږي .
دلسګونو مقالواو ژباړو نه برسېره يې لاندني اثار چاپ شوي دي .
باغباني
زعفران
د مېوولرونکو ونو ډېرونه
د روميانو پيازو او بېنډيو وچول
دسابو تازه ساتنه
په باغونوکي د سرې استعمال او نور
له ١٣٦٢ ل راهيسې يې د طنز او کيسو په ليکلو پيل کړی .
چاپ شوي اثار :
د څوکۍ خوند ( د طنزو ټولګه)
سر خلاص که ! ( د طنزو ټولګه)
انساني سرکس ( د طنزو ټولګه)
پايلوچ بنګ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولګه )
خندنۍ بهرنۍ ټوکي د چاپ لاندي او خدا روزيش کنه ( د طنزو ټولګه )
چاپ ته چمتوده
پايلوچان ( ناول)
٢٠٣٠ کال ( ساينس ناول)
د طنز يوه بېلګه :
دڅوکۍ خوند
وروسته تر هغې چي جلندر خان له رياسته ليري شو ، برات ګل خان چي ډير ښه چلندی او ټولنيز سړی دی زموږ ريس شو.
هغه هر چا ته ان که د نهمي رتبې مامور هم وي له ځايه پورته کيږي د ﻻس روغبړ ورسره کوي اوترکتني وروسته يې تر وره بدرګه کوي.
زما دا کړه ډير خوښيږي ځکه د انسان کرامت ته درناوی تر ټولو ښه کار دی.
ورو ورو ځير کېدم چي نوی ريس صايب يوازي پخواني ريس جلندر خان ته له ځايه نه پورته کيږی په ناستي روغبړ ورسره کوي اووروسته يې هم نه بدرګه کوی.
ما ته دا معما پيچلې وه نو ځکه يوه ورځ ريس صايب ته ورغلم. ماته چي د تحريراتو کارمند وم له ځايه جګ شو تر روغبړ وروسته مي غوښتنه ترې وکړه، هغه په ورين تندی اجازه راکړه.
ما ځينی وپوښتل:
_ ريس صايب که څه سپين سترګي کيږي خو بيا هم ستاسو ښه چلند دا جورت راکوي چې يوه پوښتنه وکړم.
_ مهرباني!
تاسود ښه چلنداو سلوک له مخي چې لری يې ټولو اړوند انو ته چې ستاسو ليدو ته راځي له ځايه جګېږئ خو...
خو يوازی جلندر خان ته نه ....
که مود هغه نه ډير بد راځی چې نور دلته د راتلو
اجازه ورنه کړم .
ريس وويل:
_ نه،نه
د ريس تندی ﻻ پراخ شو او لږ موسکی شو او ويې ويل:
_ هغه داسي سړی دی که چيري زه له ځايه پورته شم هغه سمدﻻسه زما پر ځای کښيني او ورو يې زياته کړه:
ځکه هغه د دې څوکۍ خوند لېدلی دی .
",محمود نظري
1053,,"
٧ د کب ١٣٨٣
د افغانستان د هلمند په ولايت کې په يوه نښته کې ٩ تنه افغان عسکر وژل شوي دي. پېښه د پاکستان پولې ته نږدې د دېشو په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي.
طالبانو ددغه پېښې پړه پر غاړه اخېستي خو افغان چارواکولا تراوسه د برېد په اړه څوک نه دي تورن کړي.
د دغو عسکرو د وژنې موخه لا مالومه نه ده خو يو شمېرسېمه ايز وګړي واې چې هغوي د غلوپه لټون لګيا وو چې ووژل شول. ",په هلمند کې ٩ افغان عسکر ووژل شول
1054,بېلابېلي ټولنو او خپرونو وړانديز,"
٧ کب ١٣٨٣ لمريز
د کندهار پوهنتون دعلامه رشاد بابا رح د پوهنتون د نومولو وړانديز
د علامه رشادبابا رح د مړيني سره جوخت د لوی کندهار ، لوی ننګرهار ، لويه پکتيا او نورو ولايتونو ولس اوپه تيره بيا فرهنګيانو غوښتنه اود نوموړو ولايتونو د واليانو او جرګو وړانديزونه داوه چي د کندهار پوهنتون دي د علامه رشاد بابا په نوم ومول شي .
په دې ا ړه د فاتحې په دوهمه ورځ د کندهار ولايت دهغه مهال والي او اوس د ښارجوړولو وزير ښاغلي انجنير محمد يوسف پښتون او د جنازې په ورځ په کندهار ولايت کي د ننګرهار د ولايت د والي ښاغلي حاجي دين محمد په پيغام کي او د علامه بابا د مړيني څلوېښتمه چي د يوې ادبي / علمي پراخي څېړنغونډي په توګه په ننګرهار کي نيول وشوې وه اوپه هغه کي د افغانستان د ډيرو ولايتونو استازو ګډؤن کړی و د خوست ولايت د هغه مهال د والي ښاغلي معراج الدين پټان له خوا د کندهار پوهنتون د علامه رشاد بابا رح د پوهنتون په نوم د نومولو وړانديزونه وشوه او په خپلو ولايتونو کي ددوی په نوم د ښوونځيو او اکاډيميکو مرکزونو د نومولو ژمني وکړل شوې .
په دې اړه د کندهار ولايت د هغه مهال دوالي ښاغلي انجنير محمد يوسف پښتون او د کندهار ولايت د اصلاحي جرګې چي مشر يې دولسمشر ورور ښاغلی احمد ولي کرزی دی ليکلي وړانديزونه د منظورۍ لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته واستول شول او د ولسمشر د کلتوري چارو استازي سرمحقق ښاغلي زلمي هيوادمل ته ورسيدل .
اوس د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د کلتوري چارو او مطبوعاتي دفتر څخه په ډير درنښت هيله کيږي چي د نوموړو چارو د پرمختګ او منظورۍ په اړه افغان ولس او په تېره بياد فرهنګيانو ، فرهنګپالو او ددې چارو د مينه والو دغي غوښتني ته څومره ژر چي کيږي مثبت ځواب ورکړل شي .
په درناوي
په هيواد کي دننه او بهر د افغاني علمي او کلتوري ټولنو او خپرونو ادارې :
د هوسۍ مجلې اداره، كابل - افغانستان پكتيكا مدني او كلتوري ټولنه، پكتيكا - افغانستان بېنوا فرهنګي ټولنه، كندهار - افغانستان ميوند كلتوري ټولنه، كندهار - افغانستان د مړوند مجلې اداره، كندهار - افغانستان بست فرهنګي ټولنه، هلمند - افغانستان ګوربت فرهنګي ټولنه، وردګ - افغانستانرڼا كلتور او ادبي ټولنه، كابل - افغانستانهېواد كلتوري او ادبي ټولنه، كندهار - افغانستان د نښتر مجلې اداره، پكتيا- افغانستانخوست ادبي يون، خوست - افغانستان بلخ كلتوري او ادبي يون، مزار شريف - افغانستانكندوز ادبي غورځنګ، كندوز - افغانستان بغلان ادبي بهير، بغلان - افغانستان افغان ادبي بهير، پېښور څانګه، پېښور افغان ادبي بهير، كابل - افغانستان رشاد كره كتنه، كابل - افغانستان شيخ متي رح ادبي ټولنه، زابل- افغانستان ترنك ادبي ټولنه، زابل - افغانستانسورغر ادبي ټولنه، زابل - افغانستان
د هوډ مجلې اداره - کندهار افغانستان
لمبه دوې مياشتنۍ – سهيلي پښتونخوا کوئټه
افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه هالنډ
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه امريکا
افغاني ټولنه - نيويارک ، متحده ايالات
افغان رساله مياشتنی اخبار - ټورنټو ، کاناډا
دعوت مياشتنی اخبار _ ناروې
پښتون يون - نيويارک ، متحده ايالات
افغاني ټولنه _ کليفورنيا ، متحده ايالات
د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکي ) - ډنمارک
سلام فرهنګي ټولنه - هالنډ
",کندهار پوهنتون د علامه رشاد پوهنتون په نوم اړول
1055,مېرزا علم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
لږ د سياست په هکله
سياست يوه اړينه، ستونزمنه او ځېرکه پوهه ده . څرنګه چې د سياست بنسټيز مواد او موضوع انسان دی او انسان هم داسې پيچلی ژونده سری دی چې تر اوسه په بشپړ ډول نه دی پېژندل شوی . انسانان بيل، بيل احساسات، زړه سواندۍ اوګټې وټې ، رنګه رنګ ځان مننې، اروايي حالات او بدني اړتياوې؛ لنډه دا چې د ګټې وټې ډول، ډول مادي او معنوي غوښتنې لري . دا غوښتنې په ځانګړي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي چاپېريال کې جوړښت مومي . د پرمختللي انسان د چاپيريال شرايط د بل انسان د چاپېريال له شرايطو سره توپير لري . لکه څنګه چې ارواپوهان د چاپېريال له شرايطو سره سم د انسانانو د ښې پېژندګلوۍ،د ټولنيز کلتور د څرنګوالي، د ملي او نړيوالو شرايطو او اړيکو په پام کې نيولو سره ګام اوچتوي . همدارنګه سياسي کړه وړه هم بايد ډير ځانګړي، د پام وړ او له مخکې څخه پر تله شوي وي .
له کتابي روښانتيا پرته د سياست غټ ټکي د کړو وړو څرنګوالی او د يوه نظام د رامنځ ته کولو او ټېنګولو تګ لاره ده چې د هغه پربنسټ د خپلې غوښتنې نظام او اداره ټېنګه کړي. کيدای شي چې دغه هر اړخيزه څرګندونه په يوه کورنۍ، په يوه لويه او يا کوچنۍ ټولنه ، په يوه هيواد او يا په نړيواله کچه د ژوندانه په بيلا بيلو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اړخونو کې و څیړل شي .
ددې لپاره چې د سياست څرنګوالی په ښه او اسانه توګه تر لاسه کړو؛کولای شو دغه څیړنه د بيلګې په توګه د يوه هيواد په کچه پلي کړو .سياستوال غواړي د سياسي ډلې يا سياسي ګوند او يا د خپل ځانګړي باور او اغيزې له لارې په يوه هيواد کې د خپلې خوښې اداره او کړنلاره ټينګه کړي چې د ټول هيواد سياسي، اقتصادي . ټولنیز، کلتوري، حقوقي او ملي ژوند ددغه کړنلارې پر بنسټ سمون ومومي . له دې کبله سياست د نظام جوړول او سياستوال هغه څوک دی چې د خپلې خوښې نظام جوړونکی او پلی کوونکی دی .
دا ځکه د سياست لپاره ډول، ډول نومونه کارول کیږي لکه ارتجاعي سياست، مترقي سياست، ملي سياست، استعماري سياست او د استعمار ضد سياست . تبعیضي سياست ، دتبعيض ضد سياست، د اپارټېد سياست او د اپارټېد ضد سياست . عادلانه او د عدل ضد سياست او داسې نور . دا نومونه د سياستوالو د کړو وړو او د دوی د سياسي نظام له مخې ټاکل کیږي او باور تر لاسه کوي .
ملي سياست په هر هيوادکې د ژوندانه له اړينو او مهمو ارزښتونوڅخه برخمن دی . کله چې په يوه هيواد کې د سم او وړ سياست له لارې يوه داسې کلکه سياسي او عادلانه اداره ټېنګه نه شي چې بنسټ يې د خلکو پر ټاکنو ولاړ وي هغه هيواد د ګډوډۍ او اړودوړ په لوري درومي، خلک او ټولنه له درنو غميزو او ډول، ډول ستونزو سره لاس په ګريوان کيږي .
تر ټولو لومړۍ سياسي وړتيا او ځېرکتيا داده چې د یوې دولتي ادارې د جوړولو لپاره هڅې او هاند وشي دا ځکه چې دا ډول اداره د هيواد د ژوندانه له ډیرو اړينو اړتياوو څخه ده او هېڅ هيواد نه توانیږي چې ددغه ډول ادارې له درلودلو پرته خپل ملي ژوند سم او ټولنه د اجتماعي عدالت او پر مختګ په لاره روانه کړي .
د سياست عمومي منځپانګه د قانوني دولتي نظام ټېنګول دي او د دولت ډولونه هم په اساسي قانون کې بيان او کښل کیږي، په دوديز ډول دولتي نظام د تقنيني، اجرائيه وي، قضايي او لوې څارنوالۍ د ځواکونو درلودونکي وي او هر يو ځواک ځانګړي او بيلې، بيلې دندې لري چې په سر کې يې د دولت رئيس (پاچا يا ولسمشر) وي،د ولسمشر او دولتي ارګانونو واک او مسوليتونه په قانون کې ښکاره او بيان شوي وي .
-په سياست کې هميشه رښتيا وايه ځکه هغه دوستان چې په تاباورلري ستاپه خبرو عمل کوي اوستادښمنان چې خبرې دې نه مني ستادخبروپه وړاندې دريږي .« بيزمارک »
- انسان هغه مهال د سياست په کار کې غولیږي چې فکر وکړي؛ نور يې غولولي دي . «ژول کامبون »
- د نیمې ورځې حکومت؛ د سلو کلونو کور ورانوي « پښتو متل »
",څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول (لومړۍ برخه)
1056,,"
د بېنوا ويبپاڼي درنو لوستونکو ته سلامونه !
بېنوا ويبپاڼي د يو شمېر دوستانو په مشوره په ويبپاڼه کښي د خپرېدونکو خبرونو او مقالو د زېرمه کولو ( ارشيف ) د جوړولو وړانديز وکړ ، د ويبپاڼي د تخنيکي چارو مسول خالد هادي د بېنوا ويبپاڼي له لاري ټولو خپرېدونکو خبرونو او مقالو ته دوه بېلابېل ارشيفونه جوړ کړل چې دې کار هغو دوستانو ته کوم چي پسله څه مودې د يوې زړې مقالې ، راپور ، يا خبر په لټه کي وي ، پيدا کول اسان کړي .
که تاسو هم په بېنوا ويبپاڼه کښي د تېر وخت کوم زوړ ګزارش ، مقاله يا خبر ترلاسه کول غواړئ هيله ده د ويبپاڼي په نيوليک ( مينو ) کښي د خبرونو ارشيف - د مقالو ارشيف کيلي کښېکاږئ او خپل د خوښي سرليک ولټوئ .
که تاسو د بېنوا ويبپاڼي په اړه کومه نيوکه ، وړانديز يا نظر لرئ ، نو زموږ سره يې شريک کړئ ، تاسو خپل نظر د ويبپاڼي د مېلمنو په پاڼه کښي ليکلائ شئ ، او همدا ډول يې د اړيکي کيلي په کښېکښلو سره موږ ته د برېښناليک له لاري هم راليږلائ شئ . د خپلو غوره مشورو ، نيوکو او وړانديزونو په راليږلو سره بېنوا ويبپاڼه لا غني او پياوړې کړئ !
پـــــــــــــه درنـــــــــــــــاوي ",د ويبپاڼي خبرتيا
1057,غفور لېوال - واشنګټن امريکا,"
ســـــــــــــــــــــــــــودا
په امريکه کې هرپوهنتون خپله يوه ځا نګړې نښه لري دبيلګې په توګه دارېزونا دپوهنتون نښه وحشي پيشو وه چې د پېژندنې پر کارت به د خوارکوټي محصل دعکس تر څنګ دپيشو يو غټ سر هم رسم شوی و ، په اوله کې چې ما پر خپل کارت پيشو وليده نو خدای ج شته ښه قار راغلی و خو وروسته پو ه شوم چې دا څه بلا ده٠ خو دلته دمريلند دپوهنتون نښه بيا کيشپ ده چې کابليان يې سنګپشت بولي٠ بس هرچېرته چې ګورې دې چښتن مړي سر نيغ نيولی وي ان چې دپوهنتون اخبار هم Diamond Back يانې الماس ډډی نوميږي. په ټوله امريکه کې دمريلند پوهنتون دژورناليزم پوهنځی نامي دی ځکه خو کېدای شي له همدې وجې څخه يې دې پوهنځي ته مخامخ اودپوهنتون دلوی کتابتون ددروازې تر مخ يو غټ کيشپ له تيږې څخه جوړ کړی او کله چې يې سړی په لومړي ځل وګوري نو دسړي بيم ترې وشي. په پوهنتون کې دا يو رواج ګرځيدلی چې دشموليت په لومړۍ ورځ اوهم دازموينوپه وخت کې ساده محصلين دکيشپ په پوزه لاس راکش کړي دوی دا يو ښه پال ګڼي زه په اوله ورځ خپل ﻻرښود پروفيسور دلته راوستم اودا يې راوښود ، زه دوه څيزونو حيران کړی وم يو دا چې دا کيشپ څومره دقيق جوړ شوی چې ته وا اوس به نو روان شي او بل دا چې دکيشپ ډبر ينه پوزه داسې ځليده لکه له زرو چې جوړه وي او دا له بسه چې لکونه لکونه ﻻسونه پرې کش راکش شوي وو ،زما ﻻرښود پروفيسور لکه چې پوه شوی و چې دکيشپ د پوزې پاکول ما ته دخندا خبره ښکاره شوې نو يې خبره بدله کړه او دپوهنتون دلوی کتابتون سيپتونه يې راته پيل کړل.
کيشپ زما دپوهنځي او کتابتون تر منځ لکه غاړه ناست و اوزه چې ددې دواړو ودانيو ترمنځ تقريبا هره ورځ تېرېدم په هغه به مې سترګې لګېدې اوخامخابه مې دمحصلينو په ساده ګۍ پورې خندل٠زما يوامرکايي ملګری
ديويد به کله کله له ما سره په دې لاره ته ،يوه ورځ يې خدای ج خبر څه په زړه کې وګرځېدل چې ناڅاپه يې رانه وپوښتل: ته په دې باورلرې؟ حيران شوم چې سړی لکه چې بنګساره شو که څه بلا؟ ورته مې وويل په څه؟
- په کيشپ ٠ هم غوسه راغلې وه اوهم خندا ، ما ورته وويل خدای دې خوار که ليونی خو نه يم چې په کيشپ به باور کوم٠ ده راته وويل : زه هم باور نه پرې لرم او دامحصلين ډير ساده راته ښکاري چې دکيشپ پزه سولوي ، ماورته وويل ،هر څوک پوه شه کار يې ، خو زه چې هروخت دې کيشپ ته ګورم نو يو ښه هنري کار راته ښکاري اوبس٠ ديويد خوشاله شو او ويې ويل : ياره ته هم ما غوندې هوښيار يې٠ ما څه ونه ويل ،ده زياته کړه ، زما خو ځکه هم کرکه ترې راځي چې دکيشپ په پزه هر څوک ﻻس وهي نو دا د خلکو روغتيا ته تاوان هم پېښوﻻی شي٠
ورځې تېريدې دازموينو په وخت کې چې دکيشپ دپزې دسولولو ورځې وې اوکله کله خو به محصلين ورته په کتارکې وﻻړ وو ،يوه ورځ چې زه په کتابتون کې وم نو ګورم چې ديويد ډېر چورتي راروان دی له لنډ روغبړ وروسته يې راته وويل سبا ته د (خلک پوهنې )يا انتراپولوجي سيمينار لرم موضوع مې دجنوبي اسيا هيوادونه دي څنګه وکړم وخت راباندې تنګ دی پروفيسور ته په ګوتو راکړې خو٠٠٠
ما ورته وويل هلکه څه خوخو لرې زه پوه شوم چې بيا مرسته غواړې زه بيګاه ته اپرتمان ته راشه زه به درته لګيا يم ته يې ليکه ٠ديويد له خوشالۍ څخه يوه ټرټکه وکړه اوبې خدای پاماني روان شو ٠په هغه شپه ديويد دکوم افغان له رستورانت څخه ښه ډېر کباب راوړی و او له خوشامنده يې قسمونه خوړل چې درستورانت په لوحه يې ليکلي و(( Halal Meat)) يانې حلاله غوښه٠
دشپې تر ناوخته مې ديويد ته څه نيم ونيمکله مالومات ورکړل اوهغه هم څو پاڼې ډکې کړې ، چې ته نو هسې له ريشخنده مې ورته وويل هلکه ډير تشويش مه کوه که دې زړه ډير ناکراره و نو دکيشپ پوزه خو شته٠ ديويد څه وغورميد او په تياره کې ورک شو ٠
ما به ډېر ځله سهاري دلوی کتابتون په کانتين کې قهوه څښله په وطن کې خو مې نه پېژندله خو دلته په امريکې کې چې دشنه چای پيدا کول دمرغۍ پۍ و نو دا ميرات مړې مې سم عمل ګرځېدلی و، په دغه سهار هم د کړکۍ تر څنګه ناست وم او دقهوې له غوړپونو څخه مې داسې خوند اخيسته لکه چرسيان يې چې د چيلم له شپيلۍ څخه اخلي٠باندې مې کتل چې په يوې ښکلې نجلۍ مې سترګې ولګېدې هغې چې خپل سره بخون ويښتان يې د اس دشوخ کوټي ( بچي )دلکۍ په څېر خوځول همدا چې ډبر ين کيشپ تا راورسيده نوودريده ،خپل دکتابونو تبراق يې په اوږه ور سم کړ او دکيشپ پزه يې ښه په زوره وسولوله ،دلته نو زه پوه شوم چې لکه چې کمبخته سخته ازموينه لري٠ توبه مې دې وي ، ما ﻻ دنجلۍ دويښتانو په اکو بکو پسې کتل چې ناڅاپه ديويد را پيدا شو ښه دروند بار ورسره و؛ نقشې، ګرځنده کمپيوټر ، کتابونه او عکسونه، يو څه وارخطا ښکارېده ،لکه چې بيړه يې وه خو همدا چې کيشپ ته راورسيده نو پښه نيولی شو ځناور ته يې وکتل څوشيبې يې همداسې ورته کتل لکه څه ته يې چې سودا وي ، بيا يې شاوخوا وکتل لکه غلا چې کوي ورنږدې شو دکمپيوټر بکس يې کېښود او ده هم ښه په زوره دکيشپ پر پوزه ﻻس تېر کړ يوځل بيا يې شاوخواوکتل بکس يې راواخيست او په منډه د لويې ودانۍ په دروازه کې ورک شو٠
ما له قهوې څخه ورستی غوړپ وکړ خو دا نوره سړه شوې وه٠
٦ کب ١٣٨٣ لمريز کال – واشنګټن ډي سي ",ســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــودا
1058,عبدالله احسان,"
ښاغلی عبدالغفور لېوال د۱۳۵۲ لمريز دكب دمياشتې په شلمه نېټه دكابل ولايت دموسهي په ولسوالۍ كې زيږيدلى په خټه صاحب زاده حسين خېل ، او دعلي محمد خان زوى دى
ښاغلی عبدالغفور لېوال د۱۳۵۲ لمريز دكب دمياشتې په شلمه نېټه دكابل ولايت دموسهي په ولسوالۍ كې زيږيدلى. په خټه صاحب زاده حسين خېل ، او دعلي محمد خان زوى دى .
لومړی زده کړي يې دكابل داعتبار خان په عالي لېسه او لوړې زده كړې يې دكابل پوهنتون دژبو اوادبياتو په پښتو څانګه كې تر سره كړي دي، اوس دلا لوړو زدكړولپاره په امريكې كې دى.
دندې :
١ د ( هنداره ) خپرونې خبريال او دچلوونكې ډلې غړى.۱۳۷۴ل
٢دكابل پوهنتون دفرهنګي شورا مرستيال۱۳۷۶-۱۳۷۴ل
٣دافغانستان د مرستو دمركز دبشري حقونو دڅانګې غړى۱۳۷۷-۱۳۸۰ل
٤په كابل كې د( جګړې او سولې دراپورجوړونې دانستيتيوت ) لومړنى كتونكى(اډيتور) او مسوول۱۳۸۰ل
٥په كابل كې دآزادۍ راډيو دپښتو څانګې كتونكى او خبريال۱۳۸۱ل
٦دافغانستان داساسي قانون دكميسيون دمطبوعاتي څانګې مشر او ددارالانشا وياند۱۳۸۱-۸۲ل
نوموړى په هېواد كې دبېړنۍ لو يې جرګې لپاره دهېواد دليكوالو،شاعرانو او ژورنا ليستانو منتخب استازى و او داساسي قانون دلويې جرګې پر مهال يې ددغې جرګې دمطبوعاتي چارو دسمون مسوليت پرغاړه درلود.
دى په افغانستان كې دقلم دنړيوالې ټولنې دنهه كسيزې استازې جرګه ګۍ غړى دى . همداراز يې د۱۳۸۲ كال دهنرمندانو دنړيوالې ورځې په وياړ دهېوادد ممتازو هنرمندانو په ډله كې دپښتو دښه شاعر رسمي ستاينليك ګټلى دى.
ښاغلی لېوال د ۱۳۸۲ لمريز کال راهيسي د امريكې دمتحده ايالاتو په پلا زمېنه وا شنګټن ښار كې د لوړو زدكړو لپاره اوسيږي ، او دزدكړې له پاى ته رسولو سره سمد ستي به انشاالله دخواږه وطن ښكلې لمن ته ورستون شي.
- چاپ شوي اثار :
١ - مخه ښه او دوه منظومې ۱۳۷۶ ل- پېښور
- ٢ژړا ، اور ، مينه دشعرونو ټولګه ۱۳۷۷ل-پېښور
- ٣هوسۍ منظومه ۱۳۷۸ل – پېښور
- ٤ارشاك او اوشاس منظومه ۱۳۸۰ل- پېښور
٥ - دوريښمو تول دپښتو شعر داوسمهالي بهير كره كتنه۱۳۸۱ل كابل
- ٦دماشومانو لپاره كيسې او بوختياوې دماشومانو دادبياتو په هكله ۱۳۸۱ل- كابل
- ٧كله چې ته خپه شې دشعرونو مجموعه۱۳۸۲ل- كابل
٨ - دنيلوفرو كيسې راټولونه (دافغان ښځو په هكله دبيلابيلو ليكوالو كيسې ( ١٣٨١ ل ) پېښور
له ۱۲۰ څخه ډيرې علمي – مسلكي مقالې دهېواد په مجلو او خپرونو كې .
د ښاغلي لېوال يو شمېر کتابونه د چاپ لاري څاري .
د شعر بېلګه :
علامه رشــــــــــــــاد ته چې دبيا ليدو ارمان يې زما پر مساپر زړګي پاتې شو!
خپل استاد ته !
او ستا دلمر په شان وجود هم پريوت
هېڅ مې باور نه راځي
ها مازيګربه مې هميش په زړه وي
چې پر سبا يې زما سفر پيلېده
زه ستا دكور په لويه خونه كې ناست
او ستا دتود غږ له وږمو سره جنت ته تلمه
تاراته وويل چې :
...پام چې وطن هېر نه كړې
مګر استاده ! ته چې ولاړې
دا وطن او موږه چاته پريږدې؟
مګر داژوبله او يتيمه پښتو چا ته پريږدې؟
يوه ورځ تا را ته ويلي ووچې :
( فخر شاگردهنرمندبه استاد رسد.)
مګر استاده ! اوس حيران يم چې زموږ فخر به چاته رسي؟
موږه بې فخره شو
بې سره شو
بې لمره شو
بس ته چې ولاړې
اې د پښتون مذهب رهبره وايه
زموږ دپوهې پيغمبره وايه
كه ستا دتللو نيت و
ولې دې موږ ته دومره مينه راكړه
موږ خو ويده وو دابد په شپو كې
ولې دې مړو رګو كې وينه راكړه
دا ويښ زلميان به اوس په كوم لوري ځي ؟
ته خو يې مشر د دستار سړى وې
دا افغانان به اوس په كوم لوري ځي ؟
استاده ! اوس به دا نيمګړې نسخې چا ته لولم
دا- دخوشال فرهنګ - به څوك وليكي
دا د - اټك - لانجه به څوك وڅيړي
دستر پښتون نيكه به څوك پېژني
زما دتاريخ دهسك له لمرسره خو ته اشنا وې
خو
ستا دلمر په شان وجود هم پريوت
هېڅ مې باور نه راځي
نه !
زه دا منلى نه شم
لا ډېر څه پاتې دي چې ته يې وكړېيوازې ته
يوازې ته
يوازې ...
واشنګتن دي سي
ددسمبر اوله 2004
",غفور لېوال
1059,,"
٨ د کب ١٣٨٣
د افغانستان دولت واي هند ته د ولسمشر حامد کرزي سفر خورا بريالې و. د دغه سفر په ترڅ کې د هند د نوومرستو ژمني شوي.
په ځانګړې توګه د افغانستان د هوايې چلند د بنسټيزو ادارو د پرمختګ ، کابل ته د يوي مياشتی په ترڅ کې د هند د هواي کرښو د الوتلوبيا پيل، دبرېښنا د نوو پروژو او د سټلايټ ټلويزيون د جوړولودمرستو ژمني شوي. ",د افغانستان سره د هند دنوو مرستو ژمني
1060,,"
٨ د کب ١٣٨٣
د افغانستان امنيتي چارواکي واي چې په پلازمينه کابل کې په دې وروستيو کې د وسلوالو غلاو او ډاکو کچه لوړه شوي ده.
په دې کې د يوشمېر حکومتي چارواکو په کورونو هم ډاکې پرېوتي دي.
امنيتي چارواکي دا د منظمو ډلو او بانډونو کار بولي. دغه چارواکي دا هم نه ردوي چې کيداي شي دغه وروستۍ غلاوي او ډاکي د پېسو د تر لاسه کولو تر څنګ سياسي هدف هم ولري.
",په کابل کې د غلاوو کچه لوړه شوي
1061,,"
د ١٣٨٣ د کب ٨
کابل : نن ( شنبه ) د کابل په هوايي ډګر کې هغه مهال يوه بله پېښه وشوه چې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو يوه بار وړونکې الوتکه د کوزيدو پر وخت د کنترول له برج سره ولګيده .
د ايساف وياند په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د دې پېښې له امله زيان نه دی اوښتی .
تيره مياشت د کابل په هوايي ډګر کې تر کوزيدو وړاندې د کام ايير يوه بويينګ الوتکه په غرونو کې ولويده چې ١٠٤ کسان يې ووژل .
",د کابل هوايي ډګر کې بله پېښه
1062,,"
",
1063,,"
",
1064,مېرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
قا نون جوړوو نکی ( تقنيني) ځواک
قانون جوړوونکی ځواک د هيواد ملي شورا ده چې په دوديز ډول له دوو شوراګانو څخه جوړه شوي او په هر هيواد کې بيل، بيل نومونه لري . په افغانستان کې دغه دوې شوراګانې د اولسي جرګې او د مشرانو جرګې په نومونو یاديږي . د اولسي جرګې ټول غړي د ټاکنو له اصولو سره سم په ازاد، پټ، سیده او دموکراتيک ډول ټاکل کيږي .
په ټاکنو کې هر يو وګړی د يوې رايي حق لري چې په دې ډول ټول خلک کولای شي؛ د خپل ګران هيواد افغانستان په سياسي ژوند کې برخه واخلي . همدارنګه د قانون جوړوونکي ځواک د کار موده، دندې او حقونه د قانون له لارې برابريږي . د مشرانو جرګې ډير غړي انتخابي او ځنې يې د ولسمشر له خوا ګومارل کیږي .
د ملي شورا ستر واکونه او دندې د قانون جوړول، منل او له منځه وړل، په نړيوالو تړونونو خط راکښل، منل او پای ته رسول، د دولتي بودجې، د پرمختيايي، اقتصادي او ټولنيزو پلانونو منل او د پيسو خپرول دي . د پارلماني سيسټم په درلودلو سره حکومت ته د رایې ورکول او بيرته اخيستل .
له حکومت او يا د حکومت له يوه غړي څخه پوښتنې او ګروېږنې، په حکومتي چاروکې د قانونيت ټېنګښت، څېړنه او کنټرول، د بېړني حالت اعلان او نورې اړوند دندې چې واک يې په دوی پورې تړلی وي . خو که چيرې ولسمشر د ټولټاکنو له لارې ټاکل کيږي يوازې د کابينې غړي له ملي شورا څخه د باور رايي اخلي او ملي شورا کټ، مټ د پارلماني سيسټم غوندې د حکومتي چارو د څېړنې کنټرول او د پوښتنو، ګروېږنو واک لري .
- قانون بايد د هر هيواد د خلکود غوښتنو، مزاج او تمدن له مخې جوړشي . « مونتسکيو»
",قا نون جوړوو نکی ( تقنيني) ځواک
1065,,"
د ١٣٨٣ د کب ٩
کابل : د افغانستان د کورنيو چارو د وزير وياند لطف الله مشعل نن ( يکشنبه ) په کابل کې ورځپاڼه ليکونکو ته وويل چې د حج او اوقافو د وزارت مرستيال عطا الرحمن سليم د حاجيانو تر شکايتونو وروسته په کابل کې ونيول شو .
ښاغلی سليم له حج څخه په ستنيدو نيول شوی . حاجيانو شکايت کړی و چې دۀ ورڅخه رشوت غوښت او د دولت له لورې د قربانۍ د ګډورو ژمنه هم نه وه پوره شوې .
د کورنيو چارو د وزارت وياند وويل له ښاغلي سليم څخه به اوس پوښتنې کيږي .
د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت حامد کرزي ويلي و چې دی به يوه سالمه اداره راولي . په کابل کې ځينې په دې باور دي چې که دا هڅه د هغې ژمنې د پوره کولو پيل وي ، ډير ښه ګام دی .
",د حج او اوقافو مرستيال وزير ونيول شو
1066,,"
",
1067,,"
",
1068,پښتون زرغون - کليفورنيا,"
پښتون زرغون – کليفورنيا
د روانې مياشتې ( کب – فبروري ) په لومړۍ اوونۍ کې د متحدو ايالاتو د مشرانو د جرګې يوۀ پلاوی کابل ته سفر درلود چې له څو پلوه د پام وړ و . امريکايي پلاوي يو وار بيا ټينګار وکړ چې له افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او افغانان به بيا يوازې نه پريږدي . دا هغه څه و چې نه يوازې د ولسمشر حامد کرزي بلکه د ميليونونو افغانانو د زړۀ غږ و.
په دغۀ امريکايي پلاوی کې د نيويارک سناتوره هيلرې کلنتن هم وه چې د افغانستان په ليدو يې وروسته ورځپاڼه ليکونکو ته خوښي وښووله . د پخواني ولسمشر بيل کلنتن ميرمن هيلرې د ډيرو په ګومان د ديموکراتانو له لورې ښايي د راتلونکو ټاکنو يوه کانديده وي . له ميرمن کلنتن سره يو بل مخکښ سناتور جان مکين و. ښاغلي مکين په خپلو خبرو کې ياده کړه متحد ايالات غواړي چې د افغان حکومت په ملګرتيا په دغۀ هيواد کې دايمي يا تلپاتي پوځي اډې جوړي کړي .
احساساتي مساله
افغان دولت تر اوسه د ښاغلي مکين پر وړانديز کوم دريځ نه دی ښوولی . د پټې خولې دغه دريځ يې د سياسي چارو ځينې شننونکي معقول بولي . داسې مسايل بايد ولسي جرګه وڅيړي . ولس بايد دا حق ولري چې په دا ډول مسايلو کې د هو او نه رايه ورکړي . ځينې ښايي استدلال وکړي چې په احساساتي مسايلو کې د هغۀ ولس نظر ښايي له ولولو ډک وي چې نژدې درې لسيزې يې په جګړو تيرې کړي دي .
د تلپاتو ګډو پوځي اډو مساله ځکه احساساتي ده چې په تيرو پيړيو کې دغه ډول يو عمل ښکيلاکګر بلل شوی او ثابت شوی دی . افغانان تر بل هر چا د ښکيلاک په وړاندې ټينګ دريدلي او پر ځای مقاومت يې کړی دی . ليکن د اينټرنيټ پېر د ښکېلاک زاړۀ مفاهيم بدل کړي دي . اوس يو هيواد پاس په هسک کې د سپوږمکيو په مټ هم د بل هيواد څارلی شي ، د اقتصادي مرستو او ژمنو په خوږو يې اړ ايستی شي چې د هغوی له زړۀ سره سم پل واخلي . بنآ د يوۀ هيواد ښکېلول يوازې پوځي حضور او د پوځي اډې شته والی نه دی .
زيانونه
د جنګ ځپلي ولس احساسات پر هغو مسايلو ژر او په اسانه پاريدلی شي چې په سترګو يې ويني . ګاونډيانو ته چې د تيرو درو لسيزو له افغان تنارۀ يې ډوډۍ ګرمه وه ، د دا ډول پلمې په لاس ورتلل ښه وسيله ده چې پرګنې وپاروي . حکومت مخالفې سياسي ډلې ټپلې هم د ولس له احساساتو څخه په ګټې اخيستو همدا مساله غټولی شي . د دولت هره تېروتنه په اسانۍ سره د پردو لښکرو له پاتې کيدو سره تړاو موندلی شي . په دې توګه ولس له دولت څخه پکې واټن پيدا کولی شي .
ګټې
د سناتور مکين په خبرو کې د (( ګډو پوځي اډو )) خبره د پام وړ ده . ښاغلي مکين دا نه وايي چې دغه اډې به يوازې د متحدو ايالاتو وي بلکه افغان پوځ به ورسره ګډ وي . د دې ګټه دا ده چې ډير ژر به افغان پوځ په رښتينې مانا مسلکي پوځ شي . د نړۍ تر ټولو غښتلي او منظم پوځ سره که څوک شپه او ورځ تمرينات کوي ناشونې ده چې اغيز پرې ونه لري . يو غښتلی مسلکي پوځ او د نړۍ د تر ټولو غښتلي ځواک شته والی کورني جنګسالاران يا ټوپکماران د تل لپاره غلي کولی شي .
په سيمه کې ګڼ داسې هيوادونه شته چې پوځي او اقتصادي توان يې تر افغانستان څو ځلي ډير دی . د نړيوال او غښتلي ملګري ځواک په نشتوالي کې افغانستان بيا د دغو سيمه ييزو ځواکونو د اوزلوبې په ډګر بدليدی شي . موږ داسې ګاونډيان هم لرو چې که يې وس ورسيږي نو زموږ خاوره جلا کوي او ملي يو والی مو ماتوي . ځينې نورو سره بيا لانجمنې کرښې ترمنځ لرو چې هغوې يې د نړيوالو پولو په توګه پر موږ تپي . خو د غښتلي ځواک شته والی نه يوازې د همدې ويرو مخنيوی کوي بلکه نړيوال پانګه وال هم هڅوي چې په يوۀ باثباته هيواد کې چې پوتانشل يا توان يې هم ډير دی پانګونه وکړي .
پايله
د امريکايي سناتورانو خبرې ته دقت پکار دی . دا بايد جوته شي چې په رښتيا هم واشنګټن دغه ډول کوم هوډ لري او که تش د يو نيم سياست وال هيله ده چې له خواخوږۍ يې وايي . دولت بايد ملت وغږوي . ولس او سياسي استازي يې بايد دې مسالې ته ژور وګوري . ظاهري او احساساتي اړخونه بايد پر اوږدمهالو ملي ګټو ښه ونه بولي . که دغو ټولو اړخونو ته پام وشي د ميرمن کلينتن او نورو امريکايي سناتورانو دغه لنډ سفر ښايي موږ او زموږ راتلونکي کهول ته د تلپاتې سوکالۍ زيری ولري .
",پوځي تلپاتي اډې ،ګټې او زيانونه
1069,شا سعود سعود,"
د کتاب نوم : جانانه ستا تر دره څنګه درشم ( شعري ټولګه )
ليکوال : شا سعود سعود
کمپيوټر چ . : دانش خپرندويه ټولنه پېښور
چاپ کال : ١٣٨٣ لمريز
خپرندوی : دانش کتاب پلورنځی
د ترلاسه کېدو پته :
کندهار : افغان کتاب پلورنځی ارګ بازار
کابل : دانش کتاب پلورنځی دچرګانو کوڅه
ننګرهار : ګودر کتاب پلورنځی
پېښور : دانش کتاب پلورنځی
کوئټۀ : صحاف کتاب پلورنځی
د خپرندوی پته :
دانش خپرندويه مؤسسه قصه خواني بازار پېښور پښتونخوا
ټيلفون شمېره :ـ ٢٥٦٤٥١٣-٩١-٠٠٩٢ برېښناليك :ـ danish2k2000@yahoo.com ",جانانه ستاتر دره څنګه درشم
1070,مېرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ ",د چارو بشپړوونکی ځواک ، نياوکوونکی ځواک
1071,,"
د څو مياشتو راپه دې خوا دخوست ولايت د انټرنټ له اسانتيا څخه برخمن شوی دی
په خوست كې د سمون ادارې، لېوال كمپنۍ او خوست والي معراج الدين پټان په ګټو هڅو د عامو خلكو لپاره د انټرنېټ اسانتياوې په غوره كچه برابري کړي دي ، تر دې مخكې د ايينې (افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز) له خوا د ۲۰۰۴ كال په اپرېل كې د خلكو لپاره د انټرنېټ اسانتياوې چمتو كړې وي.
خو اوس مينه وال كړاى شي چې ښوونځي، پوهنځي، كورونه، او د كار و بار ځايونه له نړيوال كلي سره د ۱۵۰۰ ډالرو په بدل كې ونښلوي، چې بيا به يې د مياشتې ۵۰ ډالره وي. په خوست كې د ايينې د انټرنېټ مسوول ښاغلى پير محمد يونس حليم وايي: دغه مركز د عامو خلكو لپاره په ۴۰ كمپيوټرونه لري، چې د ورځې اته ساعته د مينه والو په وړاندې ايښي دي. ښاغلى حليم زياتوي: كه په خوست كې څوك غواړي چې په خپل كارځاى، دفتر، كور او يا بل ښوونيز ځاى كې انټرنېټ لاسى ولري، نو ورته ښايي چې لومړى ۱۵۰۰ ډالره وركړي او بيا هره مياشت ۵۰ ډالره د انټرنېټ كارونې بېل غوڅ كړي.
خوست ولايت خپل وېبپاڼه هم جوړه كړې، چې كړاى شئ په دغه ننداره يې وكړئ.
www.khost-web.tk
www.khost.gov.af ",خوست کې اينټرنيټ
1072, استاد عطامحمد ياري,"
د کابل پوهنتون استاد ښاغلي عطامحمد ياري څه موده مخکي بېنوا ويبپاڼي ته ليک راليږلی ، و ، ددې لپاره چي د تخنيکي ستونزو له کبله يې موږ ته ليک په ځنډ رارسيدلی دی ، ليک يې کټ مټ خپروو او درانه لوستونکي يې له وړانديه خبروو ، او له ښاغلي استاد نه د ليک په ځنډ خپرېدا له کبله بخښنه غواړو .
په درناوي ( د بېنوا ويبپاڼي چلوونکي )
د بينوا ويبپاڼې ښاغلو چلوونكو او درنو لوستونكو:
زما نېكې هيلې ومنۍ.
د خوښۍ ځاى ده چې د پښتو ژبې ويبپاڼې ورځ په ورځ لا ښكلې او شتمنې كيږي، او د شمير له پلوه هم مخ په ډيريدو دي. زه په داسې حال كې چې ستاسو د هڅو بېدريغه ستاينه كوم، غواړم ستاسو له لارې ټولو هغو مخكښو ته چې په دې اړوند سوچ او كار كوي او يا هم د كمپيوټرپوهنې سره بوخت دي څو وړانديزونه وكړم:
- پښتو ژبه په كمپيوټر كې د ليكلو لپاره د يوه معياري ليكمن (كيبورډ) كارونې او په پراخه كچه د هغه منلو ته اړتيا لري. وړانديز كوم چې ځينې فرهنګي ټولنې او يا مخكښ كسان راوړاندي شي او په دې هكله د يوه اړين ګډ ګام د پورته كولو لپاره څينې غونډې او اړيكې سمبالې كړي.
- له بله پلوه په ډيټابيسونو كې په پښتو ژبه د مالوماتو د كارونې لپاره دې ته اړتيا ده چې پښتو توري د كمپيوټرونو چلوونكو سيستمونوته د پوره پيژندلو وړ شي. په دې هكله د افغاني پوهانو، فرهنګي ټولنو، كارخاوندانو او افغان دولت ګډ كار ته اړتيا ده. برسيره پر دې، له ځينو نړيوالو كمپيوټر او پروګرام جوړونكو كمپنيو سره هم په دې هكله د اړيكو نيولو ته ضرورت دى. ددې كار لپاره ډير قوي دليل د پښتو ژبې د جامع والي خبره ده. دا ژبه د خپلو ځانګړو تورو نه پرته د عربي او فارسي ژبود ټولو تورو لرونكې ده. په اقتصادي او مالوماتي لحاظ د جامعو سيستمونو جوړول، پيرودل او كارول خصوصي او دولتي ارګانونو ته ډير مطلوب او اړين كار دى.
هيله ده چې د پورتنيو وړانديزونو په هكله سوچ او كار وشي.
په خورا درنښت
پوهنيار عطامحمد يارى
د كابل پوهنتون استاد
",پښتو سيسټم
1073,,"
١٣٨٣ د کب ١٠
کابل : له پلازمېنې څخه ٧٠ کيلومتره شمال پلو د سالنګ په سيمه کې د واورو ښوېيدنې سړک تړلی دی .
افغان چارواکي وايي د واورو د ښوېيدنې له امله ډبرې او خاورې په سړک راټولي شوي او نژدې سل متره اوږد سړک باندې اوس تر درو مترو ډير انبار پروت دی .
داسې ويره ده چې تر څو ورځو به دغه لار تړلې وي .
",د واورو ښويېدنې سالنګ تړلی
1074,,"
",
1075,,"
١٠ د کب ١٣٨٣
په افغانستان کې د ښځو لپاره د فټبال د لومړني ملي ټېم يا لوبډلې د غړود انتخابولو لړۍ پېل شوي ده.
دا مهال په کابل او نورو ولايتونو کې له لسو زيات ټېمونه فعال دي.
د ښځينه ملي لوبډلې لپاره د غوراوي دوه پړاوه پاي ته رسېدلي او تر اوسه ٢٥ تنه لوبغاړي د ښځېنه ملي لوبډلي لپاره په ګوته شوي دي او دا لړۍ به د فټبال د ښځېنه ملي لوبډلي د غړو تر بشپړولو دوام ولري.
په پام کې ده چې د افغانستان د فټبال ښځينه ملي لوبډله په ايران کې د فټبال په سياليو کې برخه واخلي. ",په افغانستان کې د فټبال ښځينه ملي لوبډله جوړيږي
1076,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
لويه څارنوا لي
لوی څارنوال او نور څارنوالان په اجرائیه وي څواک کې د ننه او د باندې يو ډول قانوني څارنه کوي . د قانون تر پښو لاندې کيدو په صورت کې څارنوالان په محکمو کې له ټولنيزو ګټو او د قانون له حاکميت څخه ملاتړ کوي . د لوی څارنوال او د نورو څارنوالانو ګومارل او د څارنوالۍ سيسټم رامنځ ته کول په هر هیواد کې له قانون سره سم تر سره کيږي .
هغه څه چې بايد ارومرو وويل شي؛ په هر دموکراتيک دولتي نظام کې قاضي القضات او نور قاضیان، لوی څارنوال او څارنوالان، ټول پوليس او پوځيان د هېڅ يوه ګوند او سياسي غورځنګ غړي نه شي کيدای . همدارنګه دين هم له سياست څخه بيل وي .
-لکه څنګه چې ډاکتر د ناروغیو په هکله وسوس لري او تر ټولو زيات له مکروبو ډارېږي؛ همدا ډول څارنوالان هم بايد تر ټولو زيات له قوانینو څخه وډار شي او په رښتيني ډول یې تطبیق کړي .
- ټولنيز پسادونه دوه ډوله دي : يو دا چې خلک د قوانينو پروا نه کوي؛ دغه خوږ درمل کيدای شي . بل دا چې قوانين خلک پاسيد وي، دغه خوږ نه شي درمل کيدای ځګه چې دا خوږ په خپله د درملو له کبله دي . «مونتسکيو »
* * *
د سياست بنسټيزه دنده
د سياست لومړۍ او بنسټيزه دنده د يوه دولتي نظام ټېنګول دي . دا چې دا نظام د څرنګه اساسي قانون پر مټ رامنځ ته کيږي د هغه هیواد د خلکو په هوډ، منلو او غوښتنو پورې اړه لري .
خو هغه څه چې د خلکو اړتياوې او غوښتنې تر سره کوي هغه څه دي چې د يوه دولتي نظام د ټېنګښت بنسټ جوړونکي دي . کوم ملتونه چې ملي شعور لري دوی خپل دولتي نظام د ملي ګټود خونديتوب او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره غواړي .
هوښيار خلک نه يوازې د خپل ملي نظام کمزوري او ړنګول نه غواړي بلکې ودانویې، د وخت له غوښتنو سره سم په کې سمون راولي، د هغه مهال له اړتياوو سره يې سم د ملي او نړيوالو غوښتنو جوګه کوي .
دوی په دې خبره پوهيږي چې د دولت درلودل تر دې ډير ښه دي چې هېڅ دولت ونه لري . ځکه چې په بشري ټولنه کې د دولت جوړول مدني او مترقي پديدې ګڼل کيږي .
همدارنګه ډيرو ملتونو د ژوند په اوږدو کې زښتې زياتې ستونزې او غميزې زغملي دي تر څو لومړی د دولتي نظام په ټېنګښت بريالي شوي دي او بيایې خپل نظام دموکراتيک او عادلانه کړی دی .
- سياست بې غږه سوان دی چې ورو، ورو خپل ځان د مقصد پړاو ته رسوي . «مونتسکيو »
- سياست د شطرنج د لوبې غوندې دی ؛ دچا چې دغه لوبه زده نه وي هغه يې بايلي. « ژان ديوليس »
",څو سياسي خبرې ( لويه څارنوالي ) > > >
1077,ننداره,"
پېښور پېښور.په ډېرې خوشحالۍ سره مو خبرترلاسه کړی چې سندريزې چينې دهيواددځوان اونوښتګرشاعرمصطفی سالک له سينې څخه راووتلې په دې سندريزې چينې به دډيروهيوادوالوخاصتادشعرددنيادمينانوتنده ماته شي اوډېرې وچې شاړې به په دې چينوخړوبې شي - همدارنګه سالک ته دسندريزې چينې مبارکي وايواوددرنولوستونکوشعري تنده ددې چينې په څاڅکوماته غواړو - ",سالک د (سندریزې چینې )خوا ته
1078,,"
د ١٣٨٣ د کب ١١
کابل : ولسمشرانو حامد کرزي او صفر مراد نيازوف نن د تيلې فون په کرښه خبرې وکړې . په دغو خبرو کې د چارواکو په وينا له ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د غازو د نلليکې په باب دواړو خپل نظر ووايۀ .
دواړو مشرانو په دې مسالې باندې د مخامخ ليدو او نورو خبرو غوښتنه وکړه .
",افغان او ترکمن ولسمشرانو خبرې وکړې
1079,,"
١٣٨٣ د کب ١١
کابل : د ولسمشر کرزي ميرمن ډاکټرې زينب کرزۍ د ايران د ولسمشر محمد خاتمي ميرمن زهره خاتمي نن د ارگ په ماڼۍ کې وليده .
په تور پړوني کې پټه ايراني لومړۍ ميرمنه د ډاکټرې زينب کرزۍ په پرتله غلې او بې زړۀ ښکاريده .
ډاکترې زينب کرزۍ تير کال د ايران د سفر په ترڅ کې ميرمن خاتمي ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې وه.
په دې سفر کې به ميرمن خاتمي د ښځو او معيوبينو او شهيدانو له وزيرانو سره وويني .
",ميرمن خاتمي د ميرمن کرزي په بلنه کابل کې ده
1080,,"
",
1081,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",په سياست کې د ايديا لوژۍ په منګولو کې نه کښېوتل
1082,سورغر توخي,"
په کندهارکې دولتي چارواکو تايد کړي ده چي دخواجه حسن ميوندي دزيارت دري تاريخي ډبريني دروازي چي ١٠٠٠ کلن قدامت لري ددلوي پر دولسمه نيټه نامعلوموکسانو دشپي پر دوي بجي دميوند له هديري څخه دنوموړي له زيارته نه وړي دي .""
په کندهار کې اطلاعاتو او کلتوررئيس عبدالمجيدبابي دبينوا ويبپاڼي خبريال ته وويل :"" ددې دروازو په اړه پرون موږ ته حال راغلي په دي اړه ما له ګل اغا شيرزي سره هم وليدل هغه هم ډيره خپه ده موږ په دې اړه جدي معلوما ت کوو خو تر اوسه مو لاس ته څه نه دي راغلي .""
دبابي دوينا له مخي دوي ډير ناوخته خبرشوي دي ددي دروازو له غلا څخه کابو يوه مياشت تيرږي خو دده په وينا دوي هلي ځلي کوي .
ديادوني وړده چي خواجه حسن ميوندي دسلطان محمود غزنوي په سرشاره دوره کي دوزير او له هغه وروسته بيا دسلطان محمودغزنوي دزوي سلطان مسعود سره تر وزيري وروسته دبلخ دحاکم په صفت کار کړي دي چي وروسته بيادورپيښي ناروغي له امله يي په هرات کي ومړ چي وروسته دزامنو له خوا خپلي پلرني هديري کندهار ميوندته رارسول شوي دي دادري دورازي چي دده دزيارت له پاره جوړي شوي وي پر دريو واړو دروازو باندي دخواجه حسن ميوندي ژوندليک ليکل شوي وه .""
",دخواجه حسن ميوندي تاريخي ډبريني دروازي ورکي دي
1083,,"
١٢ د کب ١٣٨٣
د نړۍ د روغتيايې سازمان ( ډبليو ايچ او) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق ( يونسف) د پلټنو له مخې په افغانستان کې شپږ اعشاريه اوه مليونه د پنځو کالو نه ښکته عمرماشومان ژوند کوي.
د ماشومانو لپاره د پوليو ( ګوزن) د واکسيناسيون د پروګرام له مخې په پام کې دغه ټول ماشومان واکسين شي.
خو د نړۍ د روغتيايې سازمان د چارواکو په وينا به يو اعشاريه درې مليونه ماشومان د افغانستان په شپېتو ولسواليو کې د لارو د خراب والي او بنديدو له امله د واکسيناسيون له لومړۍ لړۍ څخه بې برخې پاتي شي.
سږ کال به د پوليو دواکسين په لومړۍ لړۍ کې پنځه اعشاريه څلور مليونه ماشومان واکسين شي.
دغه لړۍ به تر دريو ورځو دوام ولري. ",افغان ماشومان د پوليوپر ضد واکسين کيږي
1084,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
د و لسواکۍ په هکله
څرنګه چې د ولسواکۍ خبره رامنځ ته شوه بده به نه وي چې په دې هکله هم لنډې خبرې وشي . انسانانو د ښه ژوند د برابرولو لپاره د ژوند له پيل څخه تر دې دمه ډير ټولنيز سيسټمونه تجربه کړي دي .
دغو تجربو دا خبره په ډاګه کړي ده چې يوازینی پايښت لرونکی سيسټم يا نظام هماغه د ولسواکۍ او د ولسواکۍ له لارې ملي حاکميت دی . د ولسواکۍ کتابي مانا « دخلکو حکومت ، د خلکو له خوا او په خلکو باندې » خو نن ورځ په عملي ډګر کې دولسواکۍ مانا ډیره پراخه او پيچلي شوي ده؛ په تېره خو په سياسي، اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي ډګر کې. دا ځګه چې د بشري تمدن له پرمختګ سره سم د ولسواکۍ سیسټم هم پرمختيا او پراختيا مومي او بشپړېږي . په ځانګړي توګه سياسي ملي دموکراتيک ګوندونه او ډول، ډول نړيوال غورځنګونه د بشري حقونو د پېژندنې، د ولسواکۍ د بډايۍ او د ټولنيز عدالت د ټېنګښت او بشپړتيا په لاره کې ډيرې سترې او بې ساري دندې تر سره کوي .
موږ په دې خبره ټېنګار نه شو کولای چې په ولسواکۍ کې به نيمګړتياوې نه وي خو دا خبره په پوره زړورتيا او ټېنګار سره کولای شو چې د ټولو سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو سيسټمونو په پرتله چې تر اوسه بشر تجربه کړي دي د ولسواکۍ نظام او د ولسواکۍ له لارې ټېنګ ملي حاکمیت تر ټولو غوره، عادلانه او د ژوند له پايښت څخه برخمن دی .
د ولسواکۍ نظام چې د ازاد بازار په اقتصادي مټ ولاړ او اساسي کار يې وړ مالیه ورکوونکی سیسټم دی . که چیرې دغه سیسټم په وړ او عادلانه توګه برابر او غښتلی شي؛ کیدای شي چې په ټولنه کې د اجتماعي پرمختيا او ټولنيز عدالت ذمه ووهي ؛ داسې چې له بډایانو او شتمنو څخه د ګټې پر اساس عادلانه مترقي مالیه واخیستل شي او د ټولنې د رښتینو اړتیاوو په لاره کې لکه پوهنه، روزنه، روغتيا، د بیکارۍ بیمه،د هستوګنې او نورو ډول، ډول ټولنیزو بیمو په لاره کې ولګول شي د ولسواکۍ بنسټیز اصل به پر ځای شي .
هر ملي حاکمیت چې د ولسواکۍ پر بنسټ پیل شوی وي د دموکراتیکو ازادیو لکه ازاد مطبوعات، سیاسي او ټولنیز ګوندونه، د وینا ازادي، د سوله ییزو ټولنو، لاریونونو او کاربندېزونوله لارې د خلکو تر سختې ساتنې او څارنې لاندې وي . ماليه ورکوونکي پخپله، د ا ولسې جرګې اود نورو ازادو امکاناتو له لارې د خپلې ورکړي ماليې څارنه کوي تر څو له هغه څخه ناوړه ګټه وانه خیستل شي .
دا ځکه ويلی شو چې په دا ډول دموکراتیکه ټولنه کې د مالیې ورکول یوه ملي او وطنپاله دنده ده . په هره ولسواکه ټولنه کې چې د ملي حاکمیت پر بنسټ ولاړه وي د ټولو لپاره یو وتلی او منلی شعار داسې دی چې « لاس دې تړلی او خوله دې پرانیستي . » دا په دې مانا ده چې د ولسواکۍ په نظام کې هر ډول ربړونکي، غوسه ناک، تېري کوونکي او سپکوونکي کړه وړه اجازه نه لري خو هر ډول وینا او هر رنګه سوله ییزه قانوني کړنه اجازه لري . له دې کبله په ولسواکه ټولنه کې د عقیدې او سیاسي باور بندي نه شته او هېڅ ډول واکمن او ځواک ددې حق نه لري چې د چا په ځانګړي ژوند کې لاس ووهي .
ځکه چې ولسواکۍ د ډیرې اوږدې تاریخي تجربې شیره ده چې له ډیرو لوړو، ژورو او پیچلو لارو څخه تېره او د پاس یادو شو ښېګڼو او ارزښتونو پر بنسټ یې پایښت موندلی دی او لا پسې غزیږي .
- ولسواکي په هغه هیوادونو کې ښه ټېنګيدای شي چې د دندې ګرانښت يې تر سراښتوب او ځانګړي ګټې زیات وي .
- ولسواکي هغه مهال رښتیني پړاو ته رسیږي چې د یوه ملت خلک نه یوازې له بدني ځواک څخه کار واخلي بلکې له روحي ځواک څخه هم د خپل هیواد په ګټه کار واخلي .
- د ولسواکۍ رښتیني ځانګړتیا په ځانګړي ازادۍ کې نه موندل کیږي بلکې د هر وګړي ازادي د نورو وګړو په ازادۍ پورې تړلي ده .
",د و لسواکۍ په هکله . . . .
1085,ننداره,"
پېښور پېښورــ دکب ۱۳ مه ۱۳۸۳دپاکستان اولس مشرجنرال پرويزمشرف نوښارکې دپيپلزپارټۍ اومسلم ليګ دسيوري لاندې دپښتون اولس يوې سترې غونډې ته په خپله وینا کې وويل - داسلام په نامه سياست کوونکوګرده نړۍ کې اسلام اباداوپاکستان بدنام کړيدي اوزیاته یې کړه چې اوس دبدل شووحالاتوله امله ټوله نړۍ کښی داسلام اصل تشخيص روښانه کولولپاره به هيوادکې دسخت دريزوډلوله منځه وړل غواړي اوددي په ځای مترقي اوميانه روي قشرونوته وده ورکول ضروري وي نوپښتانه وروڼه چې تل په اسلام مين خلک دي بايدپه سرحدکې په جدې توګه داسلام په نامه دهرډول ناجايزه فعاليتونواوتبليغاتومخه ونيسي - ",جوما تونو اومدرسو نه بایدمنفي ا ستفاده ونه شي :پروېز مشرف
1086,غرزی خواخوږی اسلام اباد,"
و ښاغلي عبدالجبار نعيمي ته د مبارکې پيغام
د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د فرمان له مخي پخواني سفارتکار، په لويه جرګه کې د خلګو ټاکل سوي وکيل او په پاکستان کې د ښاغلي حامد کرزي د انتخاباتي کمپاين مشر، ښاغلي عبدالجبار نعيمي د ارواښاد حاجي محمد نعيم زوي د افغانستان د وردګ ولايت د والي په توګه مقرر سو.
ښاغلي عبدالجبار نعيمي د پاکستان په مرکز اسلام آباد کې د افغانستان د لوي سفير د دوهم سکرتر دنده تر سره کول چي و افغان کډوالو سره يې ډيري مرستي کړي او افغان کډوال ډيري ښي خاطري ځيني لري.
وروسته د اساسي قانون په په لويه جرګه کې نوموړي د خپلي ښي روئي او و خلګو ته د ځانګړي پاملرني له مخي د کندهار د ولايت د پنجوائي ولسوالي وکيل په توګه بي له مقابلي وټاکل سو.
د ٢٠٠٤ ز کال په ټولټاکنه کې نوموړي په پاکستان کې د ښاغلي حامد کرزي د انتخاباتي کمپاين مشر په توګه وګمارل سو چي نوموړي کمپاين په ډيره اعلي توګه مخ ته يووړ.
په اسلام آباد پاکستان کې ميشته کډوال او د افغانستان ټول ولس ده څخه د وطن د آبادي او سوکالي لپاره د ښه خدمت هيله لري.
په پاي کې د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي ده ته خپل د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي او د لوي څښتن تعالي له درباره د ده برياليتوب غوښتونکي دي.
په درنښت،
د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني مطبوعاتي څانګه
",د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني دمبارکۍ پيغام
1087,پوهنوال رسول باوري,"
پوهنوال رسول باوري - هالنډ
دوې درې اونۍ وړاندي مي د خپل يوه ګران دوست ښاغلي ( مولانا ) عبدالباري دينار خيل صاحب سره د خپل منځي مجلس د دود په ډول پر دو درو کتابونو او د هغو پر ښاغلو ليکوالو خبري کولې ، چي يو لنډ بحث مو د هيواد نامتو ليکوال ښاغلي محمد ولي ځلمي پر هغه کتاب هم وکې چي په هغه کي يې د زيارتونو پيژندنه کړيده ، په هيواد کي د زيارتونو او متبرکه ځايونو په هکله مو خبري زياتي وکړې او په دې لړ کي د خواجه حسن ميوندي زيارت هم را ياد سو او خپل تر منځ مو د دې زيارت په اړه نوي او زاړه مالومات يو او بل ته سره وويل ، او په دې تکل چي د دې مبارکو زيارتونو او تاريخي ځايونو د ساتني او پالني لپاره به د خپرونو يوه داسي لړۍ پيل کړو چي د هيواد واکمن د دې وياړنو د ساتني مسوليت ته متوجه او په دې برخه کي اړين ګامونه واخلي .
له بده مرغه موږ لا خپل دا تکل نه دۍ پلۍ کړي چي د يوه زړه بږنيونکي خبر په لوستلو هک حيران سوم او د دې حيرانتيا سره سم هم د يويخوا درد من سوم او له بلي خوا مي يوه خواشيني ګيله په ذهن کي داسي را تاو سوه ها د چا خبره چي له سږمو مي دود ولاړسو .
د خواجه حسن ميوندي د زيارت څخه د دريو تاريخي دروازو د ورکيدلو او ترېتم کيدلو خبر مي په بينوا ويب پاڼه کي ولوست ډير غمجن سوم ، داسي ويرجن سوم لکه هر افغان کلتور پال او هيواد پال چي د داسي خبر په اوريدلو او لوستلو خوابدۍ کيږي . خبر مي څو واري ولوست او داسي راته بريښيده لکه زه چي داخبر په دقت او پاملرني نه لولم بيا بيا مي ولوست خو هم هاغه خبروو چي لومړۍ مي و لوست ، په پای کي وپوهيدم چي هوزموږ د هيواد د تاريخ په منځنيو پيړيو کي د نامتو او وياړلي سياست وال مرحوم خواجه حسن ميوندي ( رح ) د زيارت دروازو ته هم هغه ناولي او کرغيړن لاسونه ورسيدل چي لا پخوا يې زموږ د هيواد لرغونو او تاريخي شتمنيو او وياړنو د لوټولو او ورانولو چاري تر سره کړي وې او لا نور هم په دې ناروا بوخت دي .
زما باور دادی چي په دې خبر او دې ته ورته نورو خبرونو په اوريدلوبه ټول هغه هيوادوال زړه شيني کيږي چي د خپل هيواد او خپل هيواد دوياړنو سره مينه لري . د دې ډول خبرونو د اوريدلو درد او دريغ له دې اړخه زيات دی چي د هيواد په واکمنه اداره کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت شته چي يوه بنسټيزه دنده يې په هيواد کي د لرغونو ،تاريخي ، کلتوري او متبرکه ځايونو ساتنه ، پالنه او پراختيا ده ، خو داسي بريښي چي د دې وزارت لوړ پوړي چارواکي د پښتو څخه نورو ژبو ته د لوحو او سر ليکونو د اړولو په کار دومره بوخت دي چي خپل بنسټيزه دنده يې هيره کړيده . او په دې ډول يې هغو کرغيړن لاسونو ته د ملګرتوب تر بريده زمينه برابره کړې ،چي د هيواد وياړني بهر ته په زړه بږ نيونکي ډول وړي .
د هيوادوالو هيله داده چي دافغانستان اسلامي دولت ښاغلی مشر د خپلي کابينې يو شمير هغه غړي چي خپل واک د ملي ګټو لپاره نه کاروي ، هغوی خپلو بنسټيزو دندو ته ور وګرځوي چي له يوې خوا به يې د بې ګټو او پارونکو کړو وړو مخه نيول شوې وې او له بلي خوا به يې د ملي روحيې پر بنسټ خپلو دندو د تر سره کولو لپاره ورسره توان و کارول سي .
زړه شيني ګيله مي د خپلو خلکو او اولسونو څخه ده . زموږ دميړني اولس او زموږ د هيواد خلکو يوه ستره مميزه خو دا ده چي په پوره ميړانه او سپيڅلتوب خپله حجره او هديره ساتي ، او هيڅکله د خپل وياړ او سرلوړۍ نښه ورکيدو او ورانيدو ته نه پريږدي . او په ځانګړي توګه دا ګيله د زړور سياستوال سلا کار وزيرښاغلي ګل اغا شير زي او فرهنګي شخصيت ښاغلي عبدالمجيد بابي څخه کيږي چي دا غيرتي او ميړني خلک ولي په خپل اولسي توان د هغو ناوړو کسانو مخه نه نيسي چي زموږ د غيرتي نيکه ګانو هديره او زيارت ورانوي ، زموږ وياړ په بهرنيانو پلوري اود هيواد تاريخي او کلتوري شتمني په قاچاق وړي . تاسو کولای سئ چي په خپل غښتلي غبرګون سره داډول ناوړه لاسونه لنډ کړئ . که غل وي مخه يې ونيسي او که ځواکمن او چار واکۍ وي رسوا او ذليل يې کړئ .
په درنښت
",يو درد او يوه زړه شينې ګيله
1088,محمود نظري,"
دخوشالۍ هنګا
وايي يو ستړی ستومانه او ﻻلهانده پرديس چې لکه سودا يې خپلې ګوتې شميرلې د ستومانه خره پسی چې په خولو کې لوند خېښت او لکه دی سا يې په اوږو شړله روان وو.
په لاری کې يو ځوان ترې وپوښتل:
څه دی بار کړی دی ؟
پرديس ورته وويل:
يوې خوا ته سره زر او بلي خوا ته ډبری دي!
ځوان ورته وويل:
که زما منې ډبری وغورځوه سره زر د خورجين دواړو خواوته واچوه خر او ته به دواړه سپک او هوسا شی.
پرديس هم ژر ژر ډبری وغورځولې د خورجين دواړو خواته يې سره زر واچوله. له ده نه يې ډير خره ته خوند ورکړ او د خوشالۍ يوه لوړه هنګا يۍ وکړه
خر يې سپک او دی هم پر خره سپور شو. په لاره کي چورت ورولويد چې هغه ځوان چې دومره پوهيږی نو هغه به څومره سره زر لری!
شا ته يې وکتل هغه ته يې نارې کړل:
هو ځوانه! ته څومره سره زر لری؟
هغه سر وښوراوه او ويې ويل:
زه سره زر نه لرم!
ده ور نارې کړه چې سره زر نه لری نو ولاکه په هيڅ پوهيږې!
په ډيره غوسه له خره تا شو بيرته يې سره زر د خورجين يوې خوا ته او ډبری يې بلی خوا ته واچولي، د ګوتو په شميرلو شو او د خره پسې شو.
په بل کلي کي يو سپين ږيری ترې وپوښتل:
څه دی بار کړی دی سرګردانه پرديسه!
پرديس ورته وويل:
يوې خواته سره زر او بلي خوا ته ډبری دي!
سپين ږيری ورته وويل:
که زما منې زر وغورځوه!
پرديس هم ژر ژر سره زر وغورځوله له خوښۍ يې خر په کته کې نه ځايده نو د خوشالۍ يې يوه لوړه هنګا وکړه اوپه ډګاډګ شو.
دپرديس په زړه کي بيا سودا شوه چې دا بابا به بيا څومره سره زر لري!
نو سړي ته يې له ليری نه ناری کړه:
هو بابا! ته څومره سره زر لری؟
هغه ورته نارې کړه:
زه هيڅ سره زر نه لرم!
پرديس ور نارې کړه:
چې سره زر نه لری نوته هم ولاکه په څه پوهيږی ؟
او بيرته په نهيلۍسره يې خپل زر راټول د خورجين يوی خوا ته يې زراو بلي خوا ته يې ډبری واچولې او روان شو
په بل کلي کې يوپوخ جهان ديده سړی ترې وپوښتل:
څه دی بار کړی دي؟
ده ورته وويل:
سره زر يوې خوا ته او ډبري بلی خوا ته!
هغه ورته وويل:
سره زر لاندی کړه او پر سر يې ډبري ورواچوه.
پرديس هم ژر خورجين خالی کړ سره زر يې ﻻندی کړه او پر سر يې ډبري واچولی او روان شو
خو بيايې سودا شوه چې دا پوه سړی به څومره سره زر لری نو يې مخ ور وګرځوی او ورته يې وويل:
هو پوه سړيه! ته به څومره سره زر لری؟

د ځان سره يې په غوم غوم وويل :عجبه د نا پوهانو دنيا ده يو ﻻ نه پوهيږی!
غوښتل يې ډبري وغورځوی خو غله پر راغله دی يې وتړی خورجين يی وليد په هغه کي ډبري وې هغه يې له خره ايسته کړ او خر يې چې خوشاله بريښيدی کش کړخره پرديس ته وکتل د خوشالۍ يوه هنګا يې وکړه اوپه ډګاډګ دغلو سره وﻻړ
پرديس د خورجين په ليدو خوشاله شواو له ځان سره يې وويل:
په بی زرو والاوو کې هم يو يو پوه پيدا کيږی!
ځان يې خلاص او خورجين يې پر شا کړ او له ځان سره لګيا وو
هغه پوه وو، هغه پوه وو.....
چې څو قدمه وﻻړ ستړی شو او خولې پرې راماتی شوی ورو يې له ځانه سره وويل:
هغه ځوان څه ويل! په چورت کې شو
هو هغه ويل ډبري وغورځوه نو ډبرو غورځول يې پيل کړه او د هري ډبري سره يی ويل: هغه ويل ډبري وغورځوه، هغه ويل ډبري وغورځوه...
ډبري خلاصي شوی او ﻻس يې د سرو زرو په خښته ولګيد لکه برق چې نيولۍ وی وريږديدی
د خره د خوښۍ هنګا يې تر غوږ شوه شاوخوا يې وکتل او د ده له خولې هم يوه د نهېلۍ سانده ووته:
يا قربان! کاشکي راسره خر وای چې وړي يې دا سره زر وای، وای وای!!!!
له ځان سره يې پوس پوسي وو",دخوشالۍ هنګا
1089,,"
١٣ د کب ١٣٨٣
په افغانستان کې په لومړي ځل يوه ښځه د والۍ په توګه ټاکل شوي ده.
مېرمن حبېبه سرابي چې د افغانستان په موقتي اداره کې يې د ښځو د وزارت دنده په غاړه وه ، د باميان ولايت د مشرې په توګه ټاکل شوي.
",په افغانستان کې په لومړي ځل يوه ښځه والۍ وټاکل شوه
1090,,"
",
1091,غلام ولي نوري - کابل,"
غلام ولي نوري - کابل
په دې وروستيو ورځو کي مي دافغانستان هغو سيمو ته سفر درلود په کومو کي چي واورو اويخنيو د نورو په نسبت ډير وګړي ځپلي دي .
سفر مي په زړه پوري وو ، خو کله چي مي ليدل چي د افغانستان دولت ، خيريه موسسو او د ملګرو ملتونو ادارو تر اوسه پوري هغو سيمو ته خپلي مرستي نه وې رسولې ، اوسېدونکي يې له سختو ستونزو سره مخامخ وو . زه به د بېلګي او ثبوت لپاره ځيني انځورونه چي له مځکي او هوا مي اخستي دي در وليږم .
په نوموړو سيمو کي ماشومان په ناروغيو اخته شوي دي ، ميندي اوپلرونه بې وسه دي ، روغتيايي مرستي نه دي رسيدلي ، او خلک د څښلو د پاکو اوبواو خوړو د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .
هلته د کليو او ښارونو تر منځ ډيري لاري اوس هم بندي دي . روغتيايي کلينيکونه يا بند دي ، يا روغتيايي سامان الات او دارو درمل نه لري چي ناروغانو ته يې ورکړي . کوم څه چي ما ليدلي دي د ليکلو نه دي ، د زابل ، هلمند او ارزګان په زيات شمير هغو سيمو کي چي ما وليدل ډيرو خوراکي ، روغتيايي او د سړې هوا او يخنۍ څخه دمخنيوي لپاره مرستو ته اړتيا شته . خو له بده بختانه يو شمير سيمو ته تر اوسه په لږه اندازه مرستي هم نه دي رسيدلې .
کله چي د ارزګان ولايت د يخدان سيمي ته ورسېدلو د هغې سيمي درې سپين ږيري اوسيدونکي موږ ته راغلل ، او په ژړا ژړا يې له موږ څخه د مرستي او همکارۍ غوښتنه کوله ، او د يخدان د سيمي د ولسوال / قومندان (( تور )) څخه يې سر ټکاوه چي ددوی ږغ يې تر دولتي او صحي چارواکو نه دی رسولی ، او ورسره يې هيڅ ډول مرسته نه ده کړې .
دا لنډ څه مي د هغو دريو ولايتونو په اړه وليکل کوم چي زه ورڅخه راستون شوی يم .
زه له دې دريو ولايتونو د اوسيدونکو دستونزو له ليدلو څخه وروسته د هغو ولايتونو او ولسواليو داوسېدونکو په اړه چي ورته تګ اوس هم ستونزمن دی ، سخت اندېښمن يم .
د افغانستان ولسمشر دي خيريه موسسو ته بلنه ورکړي چي يخنۍ ځپلو سيمو ته خوراکي او د تودېدلو سامان الات ورسوي او د عامي روغتيا وزارت دي په دې اړه ژر تر ژره د روغتيايي مرستو ليږلو لاري چاري وسنجوي .
ځکه زاړه وګړي له يخه مري اوتنکي ماشومان له توري ټوخلي ( سينه بغل ) له ناروغيو .
دزابل ولايت ليري پرتې سيمي
دارزګان ولايت غرنۍ سيمي
دارزګان ولايت په ځينو سيمو کي سېلونه راتلونکي دي
دهلمند د رود پر غاړه يو شمير باغونه او د کرهني ځمکي
",دزابل ، هلمند او ارزګان سفر
1092,,"
سهيم اکبر – کندهار
يو ١٠ لس کلن ماشوم نقيب الله د بسم الله زوی چي د کندهار ښار د لويي ويالي اوسېدونکی و ، د نامالومو وسله والو کسانو له خوا د روان کال د فبروري د مياشتي پر اووه ويشتمه نېټۀ وتښتول شو ، دوهمه ورځ ( د مارچ دمياشتي لومړۍ نېتۀ ) يې پلار د خپل زوی يوه پرې شوې ګوته ترلاسه کړه .
د ګوتي د ترلاسه کېدلو سره سم د بسم الله څخه د هغه د زوی په بدل کښي د لسو زرو امريکايي ډالرو غوښتنه شوې وه ، خو ښاغلي بسم الله وايي چي ده لس زره ډالره نه درلودې .
پرون د مارچ دمياشتي پر درېيمه نېټۀ د لس کلن نقيب الله مړی کندهار د ارغنداب په سيمه کښي وموندل شو .
د نقيب الله د تښتولو په اړه د پوليسو ماموريت ته خبر ورکړل شوی و ، خو هغوی تر اوسه په دې تور څوک نه دي نيولي .
په کندهار کښي لنډه موده مخکي دې ته ورته يوه بله پېښه هم شوې وه ، هغه ځل ماشوم د کندهار ښار د ددوهمي ناحيې د امام ابوحنيفه مدرسې له مخ څخه په رڼا ورځ تښتول شوی وو ، او دپلار څخه يې پنځلس زره ډالره غوښتل شوي وو ، خو تر ورکړل شوي مودې مخکي دماشوم مړی وموندل شو .
د کندهار ځيني ښاريان فکر کوي چي په دا ډول پيښو کښي سيمه ايز پوليس لاس لري ، د وژل شويو ماشومانو کورنۍ تور لګوي چي پوليسو په دې اړه خپله دنده په ښه توګه نه د تر سره کړې .
",هغوی وايي : يا پيسې غواړو يا ماشومان وژنو
1093,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",څو سياسي خبرې .... ( سياسي هنر )
1094,,"
پرېشانه ولولې
دښاغلي خيال محمد کټوازي د شعري ټولګي نوم دی چي په دې وروستيو کي په کابل کښي د ميوند کتاب خپرولو موسسې له خوا په ١٥٠ مخونو کښي چاپ شوی دی .
ښاغلي کټوازي د کتاب په يادونه کښي وايي چي په دې کتاب کښي يې ځيني هغه شعرونه هم شته کوم چي ددوی په مخکنۍ شعري ټولګه ( د رڼا بهير ) کښي چاپ شوي وو ، د رڼا بهير د اوس نه ديارلس کاله پخوا له چاپه راوتلی و .
ښاغلی کټوازی بل ځای ليکي چي ددې کتاب ( پرېشانه لولې ) ډير شعرونه يې په زندان کښي ليکلي دي .
نوموړي په افغانستان کي بېلابېلي دولتي دندي تر سره کړې دې چي له هغوی نه يې د بېلګي په توګه په ١٣٥٨ لمريز کال کي د اطلاعات او کلتور د وزير په توګه ټاکنه يادولای شو .
ښاغلی کټوازی د ١٣٥٨ لمريز کال د جدي پر شپږمه د شوروي اتحاد د يرغل سره سم د اطلاعات او کلتور د وزارت له دندي ګوښه او د شوروي اتحاد د يرغلګرو تر وتلو پوري په زنداني کړای شو .
نوموړی اوس په هالنډ کي اوسيږي .
پرېشانه ولولې په دې شعر سره پيل کيږي :
قرباني
په غبرګو زولنو کې د اختيار سره درځم
ستا غيږې ته مرګيه له ايثار سره درځم
نوبت ته دې ولاړ يمه د نېل حريصه روده
لږ صبر راته وکړه له سينګار سره درځم
زما د زړه له کومې د منصور اروا ته وايه
مزار ته دې په غاړه کې له دار سره درځم
دحق ادا کول خو قرباني د ځوانۍ غواړي
ارمانه صدقې ته له مزار سره درځم
پيرو ، د پروانې ته د اورونو لوبه څه ده
د ميني ازمويښت ته له انګار سره درځم
خزان مې په ګلزار د ارزوګانو باندي راغی
فرياد ته به ماتمه له بهار سره درځم
پيالې مي پورته کړي د وطن د عشق له ميو
د سر په پيمانه کي له خمار سره درځم
ستا توره او قلم مي مشالونه د سفر دي
دربار ته دي خوشاله له ټينګار سره درځم
( کامران دې وي وطن او ککرۍ دې زما نظر )
دننګ د بيړۍ نوحه له تلوار سره درځم
د زړه د وينو رنګ مي د سينې ټپونه سپړي
يو ګل د پسرلي يم له پرهار سره درځم
د (خيال ) په تصور کي د وطن د الهام ناوې
سلام ته دې د عشق له افتخار سره درځم
",پرېشانه ولولې
1095,,"
هجرت هنري سينمايي فلم د اتريش په پلازمېنه ويانا کښي نندارې ته وړاندي کيږي
د مارچ اتمه د ښځو نړېواله ورځ
د ښځو نړېواله ورځ دې ټولو خوېندو او مېندو ته مبارک وي.
د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقوقو د ملاتړ ټولنه (GURAF) دا ورځ د شعر ، ادب او موسيقۍ په څپو کې او د خپلو فعاليتونو په هکله معلومات د Power Point Presentation د لارې په وړاندې کولو لمانځي.
ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې بلنه ورکول کيږي . هيله ده چې په خپل ګډون سره دې غونډې ته نوره ښکلا هم وروبخښي .
د يادونې وړ ده چې هېوادوال د سېنمايي فلم (( هجرت )) د وين د ښار د لومړۍ نندارې ټکټونه هم د همدې غونډې په پېل او پای کې ترلاسه کولی شي . په همدې غونډې کې به راغلي ملګري د ( هجرت ) فلم يو څو لنډې صحنې وويني او په سبا د مارچ په ١٣ د مازديګر په ٥ بجو به وين ميشتي افغانان د لومړي ځل لپاره سينمايي فلم ( هجرت ) په بشپړه توګه په همدغه ښکلي تالار کې ننداره کړي .
له ياده دې وتې نه وي چې ( هجرت ) د ښځو د نړېوالې ورځې په وياړ په لومړي ځل په اتريش کې نندارې ته وړاندې کيږي .
نېټه : د مارچ ١٢ د شنبې ورځوخت : د مازديګر ٤:٣٠ بجې پته :Heiligenstaedter strasse 1551190 Wienتم ځای : D Strassenbahn aw Ya 38 A Bus Grinzinger Strasse ",هجرت په اتريش کي
1096,ميرزا علم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",څو سياسي خبرې او دافغانستان ودانول ( سياسي نظام )
1097,ولي شا طبيب - کندهار,"
ليکنه : ولي شا طبيب کندهار
انځورټاکنه : عبدالله احــســان
د جنرال دوستم ټاکني ته کتنه
جنرال عبدالرشيد دوستم چي دشمال دازبک مليشه قوماندان دی د۲۷ کالو راهيسي ديوه جګړه مار په ډول دافغانستان په سياسي اوضاع کښي کله په يو ډول او کله په بل ډول ښکاره سويدی .
په دې وروستيو کي د ولسمشر حامد کرزي له خوا د يوه فرمان په ترڅ کښي د درستيزوال په توګه د دوستم د ټاکني خبر په هيواد کي دننه او بهر د ډيرو افغانانو اندېښنې زياتي کړي دي .
د جنرال دوستم پر ټاکلو او ددې پرېکړي تر شا ځينو موخو او لاسته راوړنو به وږغيږو :
په ښکاره خو داسي فکر کيږي چه جنرال دستم يو ټوپک سالار دی ، ډير ځله دبشر دحقوقو څخه په تيري تورن دی او دډيرو بې ګناه انسانانو په وينو يي لاسونه سره دي ، دا هغه واقعيت دی چه هيڅوک دهغه څخه سترګي نه سي پټولای .
په سرسري نظر دلته دښاغلي کرزي صاحب څخه ګيله کيږي چه ديوې خوا دټوپک سالارۍ دکمبلي دټولولو ژمني کوي او دبلي خوا يو توپک سالار د درستيزوال ،وزير اووالي په حيث ټاکي ،هغه دخلکو خبره يو بام دوي هواوي او يا غله ته وايه چه غلا کوه او دکور خاوند ته وايه چه بيداره اوسه !
خير داخو عام او سرسري نظر دی ،او عوام حق لري چه داسي سوالونه وکړي ، که چيري دامسله چڼ او تحليل کړو نو لاندي ټکي بايد دنظره ليري نکړو:
ــ د افغانستان دولت دنظامي نظره يو ضعيف دولت دی ،تر اوسه پوري ملي اردو او ملي پوليس په دي نه دي توانيدلي چي ددغسي ټوپک سالارانو نفوذ او قوت ته ځواب ورکړي .
اوس هم توپک سالاران په صحنه کښي مطلق حاکم دي څه چه غواړي هم هغسي يې کوي د بې وسلي کولو او ملکي ژوند ته د رااړولو د پروسې ( ډي ډي ار) عملي پايلي او دپروګرام ارزيابي هم دتوپک سالارانو په نفوذ کښي موثر نه دي واقع سوي ، هوکې ، لويي وسلي او دکاره لويدلي وسلي ټولي سوې ، خو بيا هم دټوپک سالارانو پټ سلاح کوټونه چا نه دي ليدلي .
ــ ممکن دښاغلي ولسمشر په نظر دتوپک سالارۍ دمنځه وړلو لپاره دا يو نوی طرزالعمل او تګ لاره وي چه توپک سالار په يوه بل ځای کښي په يوه دنده وګمارل سي ترڅو په کراره کراره دده دتوپک سالارۍ خصلت بدل سي او نفوذ يي راکم سي چه ښکاره مثال يې د اسمعيل خان ليري کول له هراته او دهغه مقررۍ دوزير په توګه اويا په اوس مهال کښي دجنرال دستم ليري کول دشمال څخه .
ــ کيدای سي چه دملي يووالي دتامين په خاطر دازبکو داقناع په خاطر جنرال دستم مقرر سوی وي ،څرنګه چه داسي ويل کيدل چه دازبکو برخه دکابيني په جوړښت کښي لږه ده ، مګر دلته پوښتنه داده چه ايا په رشتياد دوستم مقرري دازبکو د قناعت وړ ګرزي او که نه ؟
ــ امکان لري چه دراتلونکي پارلماني ټول ټاکنو دپاره دا بدلون راغلی وي ،څرنګه چه جنرال دستم اکثره دحکومت خلاف پاته سوی دی ، ددې لپاره چه پارلماني ټول ټاکني په مطلوب ډول ترسره سي او کومه ستونزه رامنځ ته نه سي نو جنرال دوستم دصحنې څخه ليري سوی وي .
ــ ددې لپاره چه په شمال کښي امنيت اوثبات راغلی وي او دجنرال دستم او جنرال عطا محمد دملېشو دټکر څخه مخنيوی سوی وي او دامن فضا رامنځ ته سوې وي او دبيا جوړوني کارونو ته زمينه مساعده سوي وي .
په هر صورت دبشر دحقوقو دويندويانو او مدافعينو په نظر جنرال دستم يو نامطلوب شخص دی چه
په ډيرو مواردو کښي يي دبشر دحقوقو څخه تيری کړی دي ،دډيرو انسانانو په وينو يي لاسونه لړلي دي ،او همدارنګه کيدای سي چه ازبک وروڼه دده رښتياني ملاتړي نه وي بلکي دبېري له وجي چوپ پاتي وي .
",يو جنګسالار دی او د ولس په وينو يې لاسونه سره دي
1098,,"
١٥ د کب ١٣٨٣
د افغانستان بانک ٦٠ سېمه ايز چارواکي کابل کې راغونډ شوي چې د پرمختللې ټکنالوجۍ او بانکدارۍ په هکله مالومات تر لاسه کړي.
د پرمختللې بانکدارۍ په تړاو دغه روزنيز ټولګي د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيا اداري (يو ايس اي آي ډي) په مرسته جوړشوي چې د اصلاحاتو د ګړندي کولو او اغيزمن کولو د پايلو نوم ورکړل شوي دي. ",په کابل کې د افغانستان بانک روزنيز ټولګي پيل شول
1099,,"
١٥ د کب ١٣٨٣
په افغانستان کې ايتلافي ځواکونه واي چې د افغان چارواکو سره يې په ګډه د شونو سېلابونو د مخنيوي تياري پيل کړي دي.
په کابل کې د ايتلافي ځواکونو وياند سټيوولمن يو خبري کانفرانس ته وويل چې په افغانستان کې د ډېرو اوريدلو واورو له کبله په ګڼو سېمو کې د سېلابونو ګواښ رامنځ ته شوي دي.
هغه زياته کړه چې ايتلافي ځواکونه د افغان ځواکونو سره په ګډه يو داسي پلان جوړول پيل کړي چې له مخه يې خلک د سېلابونو له دغه ګواښ نه وژغورل شي. ",په افغانستان کې د سېلابونو د مخنيوي پلان جوړيږي
1100,عبدالناصر ريشا - لندن,"
خبري مه کوه
تـــا خو د دردو پـــه يادېــدو ســـر را چپــــه کړلــی
مــــوږ تـــه درمان وايـــه ، د رنــځو خبري مـــه کـــوه
پـوه يـو چي تــور بخت د ښامار خولې ته اچولي يو
لار د خلاصـــون وایــه، دغـاښــــو خبـــــري مه کوه
ورک يو موږ پدې چي، دزمان مشال په لاس کي ستا
لار راتــــــــه ښيــــــــــه ، د ورکېــــدو خبري مه کوه
ښــه راته مـعلومي کار نامې د خپل نيکونــــو دي
پــا يــله د ځــان وايه ، د پلرو خبــــــري مـــــه کـوه
ملک آباد وو که څه په وس دي وي را وړاندي سه
لـــــږ تر لـــږ د نــورو نــــړېدو خبـــــــــري مــه کــــــوه
تېـــر به سره هېر کړو، پر راتلونکي به سوچ ووهو
نــور نــــو د حســـرت، د ارمانـــــو خبـــــري مــه کوه
مــــوږ د خپـــــل تـــقديــر و بد لېــدلو ته مـلا وتړل
عــــزم مـــو دئ ټينــګ، د بــدلېدو خبــري مـه کوه
نيت چي وي سپېڅلی نو بری به مو په برخه سي
نـــن خـــو پـــر مــــیدان، د مـــاتېدو خبــري مه کوه
عبدالناصر (ريشاء)
لندن-۲۰/۲/۲۰۰۵ز ",د رنــځو خبري مـــه کـــوه
1101,,"
کابل:
د اطلاعات او کلتور وزارت دقران عظيم الشان د پښتو ژباړي له پاره يو کميسيون ټاکلی دی .
دا کميسيون به د يو شمير ديني عالمانو او ژبپوهانو په ګډون ژر په خپل کار پيل وکړي
شاعر ليکوال او څېړونکي ښاغلي حبيب الله رفيع بي بي سي راډيو ته وويل چي ( ددې کميسيون موخه به د قران کريم روانه اوساده پښتو ژباړه وي چي د پښتو ژبي ټولو لوستونکو ته به د لوستلواو په هغې د پوهېدولو وړ وي .
هغوی وويل چي د قران کريم پښتوژباړه له دې مخکي هم شوې وه ، خو هغوی غواړي د پښتو ژبي د لوستونکو لپاره تر هغې اسانه او ساده ژباړه د هغوی په واک کي ورکړي .
د ديني علماوو له ډلي څخه مولوي قيام الدين کشاف، مولوي محمد صديق، مولوي عبدالصبور او مولوي عطاالله لودين او د هيواد ورځپاڼي مسوول مدير ښاغلی اجرالدين اقبال او ښاغلی حبيب الله رفيع د نوموړي کميسيون غړي دي .
",قران کريم په روانه اوساده پښتو ژبه ژباړل کيږي
1102,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
امنيت
په افغانستان کې همیشه د ملي امنیت موضوع ډیره اړینه وه او ده . له ویلو پرته هم دا خبره ښکاره ده چې په هر هیواد کې له ډاډمن او بشپړ امنیت پرته هیڅ ډول ملي چارې او پرمختګونه په وړ او ګټور ډول نه شي تر سره کیدای دا ځکه ویلی شو چې دډاډمن ملي امنیت موضوع په ملي دموکراتیک او عادلانه سیاسي نظام پورې تړلې ده چې دواړه اړینې موضوعګانې له یوې بلې سره هر اړخیزې او اړینې اړیکي لري .
ځکه ډاډمن ملي امنیت هغه مهال په یوه هیوادکې ټېنګیدای شي چې د هیواد هر وګړی په پوهیدلي توګه خپلو ملي ګټو ته ارزښت ورکړي او ټول یوه بل ته د خپلوملي ګټودخوندي ساتلو لپاره د مرستې لاسونه سره ورکړي . یوه بله موضوع چې په ملي امنیت پورې اړه لري هغه ټولنیز عدالت دی . هر کله چې په یوه هیواد کې له سیاسي نظره ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي توپیر، نا برابري او بې عدالتي موجوده وي ورو، ورو خوابدۍ رامنځ ته کیږي او دغه خواشینۍ د ملي امنیت په وړاندې خنډ او ګډوډۍ رامنځ ته کوي . همدارنګه که یو هیواد د باندني سیاست په لارو چارو کې تېر وځي او دغه تېروتنې ګاونډي هیوادونه او یا باندني ځواکونه د خپل هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته ولمسوي؛ د هیواد کورنی امنیت له ستونزو سره مخامخ کیږي . همدارنګه اقتصادي لوږه او فرهنګي غریبي هم د امنیت په مخ کې یو بل خنډ دی .
له دې کبله د ډاډمن ملي امنیت موضوع څو اړخیزه، ستونزمنه او پیچلي ده چې په سیاسي هوښیارۍ او د هر هیواد د لارښودې مشرتابه ډلې په ژور اند، په سیاسي او ټولنیزه پوهه او د هیواد په پوځي او امنیتي ځواک پورې اړه لري .
ددې ټولویادونوپه پام کې نیولوسره کولای شوچې دافغانستان غرنۍ او جغرافیه یې ستونزې هم پرې ور زیاتې کړو . په ټول افغانستان کې سرتر سره امنیت ټېنګول چې په دغه غرني هیواد کې د امنیت ګډوډونکو لپاره پټن ځایونه زښت ډیر دي د زور او امنیتي ځواک له لارې ډیر ستونزمن کار دی . که چیرې کومه مخالفه ډله وغواړي چې په دغه غرني هیواد کې امنیت ګډوډ کړي په تېره خو که د باندنیو له تکیې او ملاتړ څخه هم برخمن وي؛ کولای شي چې امنیتي ستونزې رامنځ ته کړي. دبیلګې په توګه : پلونه والوزي، دتیلفون تارونه پرې کړي، ښوونځي او روغتیایې مرکزونه وسوزوي، ښووونکي او زده کوونکي. د پروژو انجنیران او کارکوونکی و ډاروي او ویې وژني اونور ډول، ډول ړنګوونکي کارونه تر سره کړي .
لکه څنګه چې افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د دغه ډول ورانوونکو کړو وړو شاهد و چې د ګران هیواد افغانستان د تاریخي وروسته پاتې والي لامل دا هم شمېرلی شو .
لکه څنګه چې وویل شول په افغانستان کې د ملي ډاډمن امنیت ټېنګول ډیره ستره ملي ستونزه ده چې د افغانستان او افغانانو په وړاندې یې سخت سنګر نیولی دی .
د افغانستان خلک بایددخپلوملي ګټو لپاره ټول هغه لاملونه چې بې امنیتي زیږوي دخپلوګډوملي هلو،ځلوپرمټ له منځه یوسي اوداسې لارې چارې وکاروي چې بیا پرمختګ او پراختیا ونه کړای شي .
موږ په پرتلیزه توګه په پنځوسمو او شپیتمو میلادي لسیزو کې د امنیت له نعمت څخه برخمن ووچې له دې امله موځنې پرمختګونه هم په برخه شول خو له بده مرغه ونه توانیدوچې هغه شتمني اوخوندور نعمت وساتو او پراختیا ورکړوچې زموږ د ناپوهۍ،دکورنیو اوباندنیو ناوړه لاملونوله کبله هغه ښکلی اوخوښ پړاود خوب لیدپه څېرله منځه لاړ اودافغانستان خلک بیادبې امنیتۍپه غمجنو منګولو او دلمسونو د اور په لمبو کې راګیر شول چې لا تر اوسه لاس او پښې پکې وهي .
ملي پوهاوی او پیوستون، ټولنیز عدالت، اقتصادي او فرهنګي پرمختیا او پراختیا، د بشري حقونو او د دموکراتیکو ازادیو ټېنګښت چې د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي، کولای شي چې په افغانستان کې د پایښت لرونکي ملي روغې جوړې او د ملي سولې بنسټ ټېنګ کړي .
",په افغانستان کې د ملي امنیت موضوع ډیره اړینه ده
1103,,"
١٦ دکب ١٣٨٣
په افغانستان کې د ښځو د چارو وزارت ويلي دي چې د مارچ د اتمې يانې د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځنې په موخه يې د يوې درنې غونډې د جوړولوپه چمتوالې بوخت دي.
د خبر له مخې به دغه غونډه کې دولتي چارواکي او بهرني مېلمانه هم ګډون وکړي.
سر بېره پر دې ټاکل شوي ده چې د دغه هيواد ملي تلويزيون به سرله نن شپې د ښځو په اړه ځانګړي پروګرامونه پېل کړي. ",د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځلو لپاره تياري
1104,,"
",
1105,,"
",
1106,,"
",
1107,,"
",
1108,,"
لحده نيسه يې کرار په غيږ کې . يوزهره چاودى او خوږمن درسپارو
چې يي زخمونه دي دستورو په څېر . دکهکشان غوندي بدن درسپارو
اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد پرون د افغانستان پر وخت د ورځي پر يوه بجه د زړه دناروغۍ له کبله له دې نړۍ د تل لپاره سترګي پټي کړې .
داکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد په مړينه په هيواد کښي دننه اوبهر ټوله نړۍ کښي افغانانو اوښکي توی کړې ، او د فاضل استاد مړينه يې د ټول افغانستان او ټولو پښتنو لپاره يوه ستره ضايعه وبلله .
نن په کابل کي د استاد د وروستۍ مخه ښې په نيت يو لړ رسمي مراسم پر ځای شوه . چي ورته د هيواد له ليرو پرتو سيمو او ولايتونو څخه بې شمېره د استاد مينه والو ګډو کړی وو .
همدا ډول په کندهار کښي هم د ټولو کلتوري ، فرهنګي ، اوادبي ټولنو مشران ، غړي ، د خپرونو کارکوونکي او له يو شمېر نورو سيمو څخه راستانه شوي فرهنګيان اوفرهنګپال سبا ورځي ته د استاد د جنازې د لمانځه او دفن کولو د مراسمو لپاره کندهار ته رسيدلي او يو شمير به يې شپې ، او سبا ته رسيږي .
د په کابل کښي د استاد د وروستۍ ورځي لنډ مالومات په ليک او انځورونو کښي تاسو ته وړاندي کوو .
د بېنوا خپرنيزه څانګه د ګران صالح څخه د عکسونو پر وخت د راليږلو يوه نړۍ مننه کوي ",٢ ډسمبر ٢٠٠٤ په کابل کښي د ارواښاد علامه رشاد پاي روح ته ددعا ورځ وه
1109,,"
",
1110,,"
",
1111,,"
",
1112,,"
",
1113,,"
",
1114,,"
",
1115,,"
",
1116,,"
",
1117,,"
",
1118,سور غر توخى,"
په کندهار کي د ارواښاد علامه رشاد د جنازي او هديري لپاره نن هم د پرون په څير په کندهارښار کي د ارواښاد د علامه رشاد صاحب د جنازي د رارسيدو لپاره ليکوالو او فرهنگيانو په مراسمو بوخت دي دلاښه ترتيب او تنظيم لپاره يي مشورتي غونډي او ناستي درلودي داپروگرامونه چي د ورځي په اوږدو کي يي په پرله پسي توگه دوام درلود د لوي کندهار ټولو فرهنگيانو او مخورو څيرو گډون درلود.
همدا ډول په کندهار پوهنتون کي محصليونو په داسي حال کي چي د نورو فرهنگيانو او خلگو غوندي له خبرو څخه د غمونو لمبي پورته کيدلي هم يي د ترتيباتو لپاره غونډي درولودي .
نن د کندهار پوهنتون زده کوونکو او فرهنگيان په يوه شي ډير ډاډه ښکاريدل چي د ځينو خلکو له مخالفت سره سره ددوي غوښتنه ونه منل شوه او د علامه رشاد صاحب د ښخيدو لپاره په کندهار پوهنتون کي ډيره ښه وړ ځاي په نښه شو.
همدا رنگه د کندهار فرهنگيانو له خوا د نورو ترتيباتو تر څنگ يې په کندهار ښار کي د ارواښاد علامه ته ددعا او ستايني شعارونه ځوړند شول. همدا رنگه ټول ښار يي د ددي ستر انسان په ښکلو انځورونو سره ښکلي کړ.
همدا اوس_اوس هم ځوانان په ډيره مينه هوډ لري چي تر سهاره خپلي دغه هلي ځلي وغځوي.
ورسره په څنگ کي يي د بري په نامه خپلواکه خپرونه د ارواښاد د ژوند ليک ،علمي کارونو،اثارو،پيغامونو او شعرونو ته ځانگړي شوه چي ممکن تر سبا ورځي د هديري تر مهاله يي په لوړ تيراژ په لسو مخونو کي له چاپه راوباسي.
پاته دي نه وي چي نن کندهار ته د ارواښاد د جنازي په مراسمو کي د گډون کولو لپاره له کوټي ښار او شا وخوا سيمو کابل ولايت او ځينو نورو ولايتونو او سيمو څخه گڼ شمير ميلمانه راورسيدل او ددوي به تر سهاره د چارو د لاښه تنظيم او نورو اړونده مسايلو په اړه تر سهار سره ږغيږي.
سبا ورځ به د ارواښادعلامه صاحب جنازي له گڼ شمير ليکوالو، دولتي چارواکو او نورو خواخوږو سره يو ځاي له کابله کندهار ته راورسيږي. په عيدګاه کې به يې د جنازي لمونځ ادا شي او بيا به په خوار درنښت خاورو ته چې پوهنتون ته به مخامخ پر نسبتا لوړه تپه چې دکندهار ښار به يې ټوله په لمنه کې پروت وي ښخ کړل شي .
ان شاالله ", په کندهار کې دعلامه رشاد دسترې غميزې دوهمه ورځ .
1119,,"
",
1120,,"
",
1121,,"
",
1122,,"
",
1123,,"
",
1124,,"
",
1125,,"
ډاکټر طارق رشاد د علامه پوهاند رشاد صاحب زوی نن په کابل کښي په هغو مراسمو کښي برخه درلوده کومو ته چي په زرګونو د ارواښاد علامه رشاد صاحب مينه وال د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه د ارواښاد سره د وروستيو ليدو کاتو په مقصد راغلي وو .
ښاغلي ډاکټر طارق رشاد نوموړو مراسمو وروسته د بېنوا ويبپاڼي سره ټيلفوني خبري وکړې ، چي ستاسو پام ورته را اړوو .
د ږغ اوريدلولپاره دلته کليک وکړئ .
",ښاغلی ډاکټر رشاد د ارواښاد علامه رشاد صاحب د مړني د دوهمي ورځي څرګندوني
1126,,"
",
1127,,"
د ارواښاد علامه رشاد صاحب د جنازې د نقلولو لپاره د هغه د کورنۍ غړي ، په سلګونو تنه فرهنګيان ، فرهنګپال ، او يوشمير له ليري سيمو څخه راغلي دراواښاد استاد علامه رشاد مينه وال د کابل د څلور سوه بستريز روغتون مخي ته راټول شوي دي . او په څو شېبو کښي به د يوه غټ کاروان په بدرګه د بې شمېره ولس په ملګرتيا د کندهار پر لور روانيږي . د کندهار کابل په لويه لاره کښي د پرتو سيمو اوسيدونکي ټول دارواښاد علامه رشاد لار څاري ، تر څو وروستۍ ليدنه کتنه ورسره وکړي . په کندهار کښي فرهنګي ټولنو د ارواښاد د مړيني دخبر په اوريدلو سره وخت په وخت غونډي کړي دي ، همدا اوس هم چي لا د جمعې د ورځي سهار نه دی پيل شوی د کندهار په لارو او کوڅوکښي د سيمي د فرهنګي ټولنو غړي او کارکوونکي د ارواښاد علامه رشاد صاحب انځورونه ، او دهغه په ياد جوړ شوي بيرغونه ځوړندوي .
په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني مرستيال ښاغلي جبار ترنګ د بي بي سي راډيو سره په خبرو کښي د کندهار د نن ورځي په اړه داسي مالومات وړاندي کړل .
د جبار ترنګ په ږغ کښي وروستۍ څرګندوني ",د فاضل استادعلامه رشادجنازه څو ساعته وروسته په کندهار پوهنتون کښي خاوروته سپارل کيږي
1128,,"
",
1129,حبيب الله غمخور _ مالمو سويډن,"
دارواښاد اکاډيميسن پوهانداستاد رشاد ياد دي آبدي وي !
حبيب الله غمخور _ مالمو سويډن
۲.۱۲،۲۰۰۴
پرون دافغانستان د آدبياتو ،هنر اوتاريخ ځلانده ستوري علامه پوهاند اکاډميسين عبدالشکور « رشاد »له پانی دنيانه دآبد لپاره سترگی پټی کړي .ياد دي آبدي وي . دپښتو ژبي لوي آدب پوه ،پر هيواد مين، ډموکرات سياستوال او سر غندوی استادعلامه« رشاد » پدغو سترگو پټولو سره دافغاني آدب نړۍ ټوله تاريکه کړه. نه تنها پښتو دانصاف له مخی دري هم يتيمه شوه، اوددغه فرهنگي ناورين سايه زموږ د هيواد پر فرهنگي او آدبی نړۍ وغوړيده، دډير وخت لپاره زموږ په غمځپلي هيواد کی بياداسي چړې نشۍ پيداکيداي .
پياوړې علامه استاد پوهاند« رشاد»دخپل عمر په 83 کلونو اوټول ټا ل څو نيم گړو ورځوپه ګډون 61 کاله دگران هيوادځوان نسل پداسی روحيه روزلۍ چي دهر څنه لمړۍ بايد : تل پاتۍ افغان ،بيا ويښ ځلمۍ ، دنړۍ دکاروان نه بايد شاته پاته نشي،په علم او پوهه کی غلام نسی، که ئی دجگړي په ډگر کی گټلی په سياست کی بايلل ورته پيغوروې، که پښتو ا ويا دري ژبۍ وۍ دفارس نوکر نشی، که ځوان دۍ پخوانۍ گوډاگۍنشې، که افغان دۍ په آدب، کلتور، فرهنگ،ټولنيزو اړيکو هيواد پيژندني او انسان ته په درناوی ،غيرت، پاک لمنۍ کي پاته رانشي،که انسان دۍ انسا نيت ،بشري عاطفي ، انسان دوستی ا و نوع پرستي هيره نکړي، تر ټولو وړاندي که پيغله ،ښځه او يا مقدسه مور ده دماشوم په روزنه او وطندوستۍ ته په صداقت کی تر نوروپاته رانشی .اوکه ماشوم يا زڼکۍ وې مور ،پلار ،مشرانو ،گاونډيانو ،هيوادوالو پکل کی انسان ته په درناوي او چوپړ کی شاته نه وي.
دگران ا ستادعلامه پوهاند رشاد ملي اسلامی او وطنی چوپړ په همدغو نيمگړو يادونو کی په لنډه توگه کيداي شې.
ستر استاد علامه پوهاند «رشاد» دخپل لنډ ژوندپه اوږدوکی هغه څه سرته ورسول چی ډيرو دهغه دسرته رسيدو په هکله تصورنه ا وهو دیی « خوب او خيال» باله. لوي استاد علا مه پوهاند« رشاد» د «94»نه زيات علمی ،آدبي،فرهنگي اوتايخی اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد په ډيرو ستو نزمنواود ناخوالونه ډکو شرايطو کی چی ورته ځينی« ددموکراسۍ لسيزه،دځان غوښتنې واکدارې ، جهادی او داسلامی عمارت ټول واکې،اوراوروسته دآيتلاف(موقته ا وعبوري اداره) وایی»، دسپين کاغذپر مخ دهيوادراتلونکې نسل ته په ميراث پريښوده،هغه نسل ته چه ځوان«عبدالشکور رشاد» آن دځوانۍپه مستو شيبو کی دهغوي دا نسانی او روا حقوقو څخه دملاتړاو دفاع په منظور هر څه پر ځان گا للي، ولی هميشه یی پر دي ټينگار کاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلوکې جوړوی ، او دا دافغان هيواد «بنايان» (جوړوونکي) دي دوي بايد داسی وروزل شي تر څووکولای شی دهيواد د بيارغاوني لپاره ميرويس نيکه او لوي احمدشاه غوندی دافغان ولس دچوپړ جوگه شی.
دگران استاد په اند نه بايايد افغانان هميشه دمهربانو همسايه گانو ځيره خوراو خيرات خور وي، يادعربي شيخانو لورونې ته منتظراو سترگی پلار وي .
علامه استاد« رشاد » دداسي اندونو سره کوم چی پايله یی په يو ه او بل نامه «غلامي، قومي بي اتفاقی،ژبني ، مذهبی،ا و منطقوی اختلاف،دملي غرور تر پښولاندی کونه، او افغان اولس دهرپردي کس او نا کس تر واک لاندي راوستل وی سخت ملی غبر گون ښودلۍ دۍ.که دويښو ځلمو نهظت دکاغذ پرمخ او ډيرو چيغو وهلو پر بنسټ ډير پخوامنحل شوۍ ؤ خو په حقيقت کی استاد «رشاد» غوندي څو گوتي په شمار ژونديو ويښو زلميو دا بير غ تر هر اوسني سياتوال اوچت ساتلۍ دۍ. خير که دوي پارکوته نه وتلی،او لوی لاريونونه ییندي جوړکړي خو دوی پخپلو جونگړو کی افغان شاه زلموته «دمور وطن او سر تر وطن جار» درسونه ورکړيدی .
زما غوڅ او پر ځاي وړانديز دادۍ که دلوي استاد مقبره دکندهار د پوهنتون په انگړ کي جوږيږي ،همدا پو هنتون دی د « په کندهارکي درشاد پوهنتون » په نا مه ونومول شي.همداشان مي د افغانستان ولس مشر ښاغلي حامدي کرزي ته ديو افغان په توگه وړانديز دادۍ چی دکابل په ښار کی هم يو له علمی يا فرهنگي مرکز داستاد رشاد په نامه ونومول شي .فکر کوم هيڅ افغان په سياسی اصطلاح پښتون،تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، چهارايماق، بلوڅ،نورستاني،هندو اونورقومونه به پدي ف خفه نشي که دکابل په ښار کی يوه ځانگړي علمي مؤسسه داستاد «رشاد» په نامه ونومول شی.
دنړۍ په ټولو هيوادونو کښي واټنونه ،ميدانونه او علمي مؤسسی داستاد «رشاد» پشان کسانو او علمانو په نامه ياديږی.
",له سويډن څخه د حبيب الله غمخور ليکنه او وړانديز
1130,,"
",
1131,محمد عاشق غريب فرانکفورت جرمني,"
محمد عاشق غريب فرانکفورت جرمني
دلوی رشاد په وير کي د غريب ويرنه
آه کندهاره
لـــــويه کنــــدهاره نن دي بيا څــــــــــوني ژړلـــــــــي دي
ګوتي د ي پري شوي که شملي دي نــــــــــړيدلــــي دي
مېنه د ننګونو يې ژړا سره بلــــــــــــــــــــــد نــــــــــــــــه وې
ځاردي غيرتي سترګي تڼاکــــــــــــــي يې چاودلي دي
لرو پښتنو ويل د ملالـــــــــــــــي روح راغلـــــــــــــــې وه
سري جنډې په قبر دايوب يې ښـــــــــــــــورولـــــــي دي
خاوري د ميوندپه پټه خوله ماتم نيـــــــــــــــــــولی دی
بيا يې له شهـــــــــــــــــــــــــــيدو زخمو ويني بهيدلي دي
څليو د ميرويس او احمد شا ته بيا ســــــــــــتايني دي
شناختي د لحد يې خدايږو چـــــــــــــا ور ټکـــــــولي دي
بيا ليلي ورغلې چي سخي ته ګريوان څــــــــيري کړي
غېږ کي خوبولي يې بيا چا راپاڅــــــــــــــــــــــــــــولي دي
ذکر او زګيرويو په خرقه کـــــــــي زور اخستی د ی
ګوری له ګونبدې هســــــــــک ته لپي راوتلــــــي دي
سا دي د مستـــــــــۍ د تاک له پښو نه نن وتلــــــــــي ده
وني د انارو دي له وينو خوټيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــدلي دي
څومره چي ويرجن يې بس نن وير درسره ښه ښکاري
نن مو چي تقدير د ستر (رشــــــــــاد) زني تړلـــــــــي دي
ستا پردېس بچيانو هم د وير ټغر خپــــــــــور کړی دی
زه هم له هغو چي ستا له غېږ نه يـــــــې شړلـــــــــــــي دي
ټنډي د ( غريب ) ته د کعبې په شان سپـــــــــېڅلی يې
څلي د تاريخ او شهــــــيدان دي زېږولــــــــــــــــــــــي دي
٢ _ ١٢ _ ٢٠٠٤ ",دلوی رشاد په وير کي د غريب ويرنه
1132,,"
",
1133,,"
",
1134,,"
",
1135,,"
",
1136,,"
",
1137,,"
",
1138,,"
",
1139,,"
",
1140,,"
",
1141,,"
",
1142,,"
",
1143,,"
",
1144,,"
",
1145,,"
",
1146,,"
",
1147,,"
",
1148,,"
",
1149,,"
",
1150,,"
",
1151,بېنوا خپرنيزه څانګه,"
د بي بي سي راډيوله خوا
د ارواښاد علامه رشاد صاحب په اړه ځانګړی راپور او بحث
د پېلوزي ځانګړی ادبي پروګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پرګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پروګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پروګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پروګرام
د بي بي سي پښتو څانګې څخه په مننه :
پېلوزی اوونيز ادبي پروګرام له کلونو راهيسي هره دجمعې ورځ د بي بي سي له پښتو ماښامنۍ خپروني څخه خپريږي ، په هيواد کي دننه او بهر بې شمېره اوريدونکې او مينه وال لري .
څه موده مخکي نوموړی ادبي پروګرام له يوې جمعې نه تر بلي جمعې پوري د بي بي سي پښتو خپروني په پښتو ويبپاڼه کښي ساتل کيدی ، له څو مياشتو راهيسي د نا څرګندو ستونزو له کبله دا پروګرام د بي بي سي پښتو په ويبپاڼه کښي نه شي اوريدل کيدای ، اويوازي د راډيو له لاري خپريږي ، د بېنوا ويبپاڼي د زيات شمير لوستونکو په غوښتنه اوس د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه هڅي کوي تر څو هره اوونۍ د پېلوزي ادبي پروګرام په راډيو کي تر اوريدلو وروسته په بېنوا ويبپاڼه کښي وساتي .
اوريدلو ته يې تاسو رابولو .
دعبدالله احسان له خوا ساتل شوی راپور
حبيــــب الله کلکــــانی
۲۰/۲/۱۹۲۹
حبیب الله کلکانی معروف به بچه سقاء ، یکی از شخصیتهای تاریخی افغانستان است که تا کنون بخوبی شناخته نشده است. مورخان و واقعه نگاران هرکسی به هرگونه ای و به هر تعبیری درباره اش ابراز نظر کرده اند، برخی او را دزد، عده ای قهرمان و تعدادی هم او را یک عیار تمام خوانده اند. ما میخواهیم نظریات یکی از شخصیتهای مستقل اروپایی را در بارة کلکانی نفل نماییم. لودویک آدمک درباره ای حبیب الله چنین مینویسد: « حبیب الله از قوم تاجیک در ده کلکان در کوهدامن کابل در سال 1890 میلادی متولد گردید، در جوانی به کارهای جسمانی اشتغال داشت و در نزد یکی از ماموران دولتی باغبانی میکرد، در سال 1919 به قطعه ای عسکری جمال پاشای ترک در کابل پیوست، سه سال خدمت کرد و چون به شورش مردم منگل در 1924 م. همدردی نشان داد، وظیفه را ترک کرد. وی همواره نسبت به ماموران دولت و ثروتمندان کینه و خصومت میورزید، اما نسبت به فقرا و بینوایان همدردی و شفقت نشان میداد. حبیب الله طی شورش 1928 م. ننگرهار حاضر به همکاری با شاه امان الله شد، شاه هم سلاح و مهمات زیاد در خدمت وی و طرفدارانش گذاشت ، اما بعدها از شاه رو گردان شد. در دسامبر همان سال با عده از طرفدارانش دست به شورش علیه امان الله زد و بعد از 9 روز زد و خورد رانده شد و به پغمان فرار کرد. در 7 جنوری 1929 م. دوباره به کابل حمله نمود، کابل را تصرف کرد، و در 18 جنوری 1929 خود را امیر افغانستان تحت نام (امیر حبیب الله خادم دین رسول الله ) خواند، امان الله و طرفدارانش را دشمنان اسلام معرفی کرد. حبیب الله از جنوری الی اکتبر 1929 بر افغانستان حکم راند، آخر توسط هاشم خان یکی از برادران نادرخان دستگیر زندانی و آخر اعدام شد.» (1)
من مبخواهم درینجای نوشته ای از شادروان احمدشاملو راکه در تارنمای « آریایی» انعکاس یافته است نقل کنم، تا بازگو کننده ای برخی از حقایق تاریخی راجع به شخصیت حبیب الله کلکانی باشد.2
امیر حبیب الله کلکانی و نادر شاه
« نگارش این بحث مبنی بر آن نیست که از امیر حبیب الله کلکانی روئین تن تاریخ ساخته شود ، بلکه مراد آنست تا بنیاد ادعا های خاکین و برچسپ زدن ها دیرین ورشکست گردد. ونیز نمائی از جوهر ذاتی حبیب الله که زیر بار ناسزاگوئی های سرداران و دسیسه سازان درباری گور شده بود درخشنده گردد. » تا جائیکه تاریخ گواه است آن پدر کوهدامنی نام پسرش را نه « دزد » بلکه حبیب الله انتخاب کرده بود . پس آن پدر بر نسل های آینده این حق را دارد که ازهنگامیکه از فرزندش یاد می نمایند ، نامش را حبیب الله نوشته کنند. راستش وقتیکه مخالفین دربار های محمدزائییان را که با صد بد نامی وهزاران زشت نامی در تاریخ های درباری و گاه گاه در نگارش های امروزین جلوه گر می شود ، می خوانم چندان شگفت زده نمی شوم . چرا ؟ چونکه پادشاهان و امیران سده های معاصر میهن در هرروز و هر ماه تلاشیدند که چرخ تاریخ کشور را بر شالودة سجل و سوانح شخصی ، فامیلی و قومی خویش بنا نمایند تا باشد که هوش و روان خواننده را بسوی خود میلان داده باشند. اگر بدون پیرایه سخن گفت ، این امیران و پادشاهان در هر جا که مخا لفین سیاسی خویش را یافتند ، از برای کم زدن و زبون نشان دادن آنان ، با شیوه های گوناگون نامردی و نا مراوی دست زدند و دشمنان سیاسی خویش را پست ، خوارو بی نسب به جهانیان معرفی نمودند. از برای چنین کاری هر امیر و شاه حاتم طائی گردید و خزانه بیت المال گنج بی صاحب گشت. و از خزانه بیت المال به کیسه هر تاریخ نگار درباری و به گلوی هر مداح بازاری سکه ها ریخته شد تا تاریخ یکنواخت قومی نوین گردد و سجل امیران رنگین . برای نمونه ، هر گاه به کتاب تاریخ مکاتب و لیسه های ، که در زیر چشمان وزیر معارف وقت سردار محمد نعیم به چاپ میرسید نگاه شود ملاحظه کرده می توانید که در مغز های نو جوانان دانشجو کوبیده می شد که جوانی که نادر شاه را از پا در آورد ، یک غلام بچه بود. و آنهم یک غلام بچة که هویت پدر واقعی اش چندان هویدا نیود. با چنین سخنان کینه توزانه و دشمنانه ، دربار و درباریان می کوشیدند که در مغز های دانشجویان شخم زنند و تخم بکارند که گویا انسان پدر داشته و دستر خوان پدر دیده هیچگاه نادر شاه را به آن دنیا گسیل نمی داشت. ( با دریغ فراوان ، از قلم دلدادگان و دلبران دربارتا کنون نه خوانده ام که می پرسیدند و یا بپرسند که اگر پدر عبد الخالق چندان معلوم نبود و او بی نسب بود ، پس چرا تنها به جهت کردار آن عبد الخالق ، پدر ، ماما و عموی او پس به پس سر زده شدند و کاسه های سر دوستان عبدالخالق تک تک در کنج زندان ها پوسانیده شد؟) بهمین گونه برای سالیان درازی ، بلی گویان دربار از برکت بدست آوردن کرسی های سر دولتی ویا از ترس زور گوئی سرداران رساله ها نوشتند و کتاب ها چاپ کردند که گویا حبیب الله کوهدامنی « دزد» بود بخاطریکه حبیب الله کلکانی را بیشتر در دیده ها کم زده باشند ، و در تاریخ ناچیز جلوه داده باشند ، در گفتگو ها نامیدنش « بچه سقو ». در نیافتم که سقو بودن چه عیبی داشته است ؟ آیا سقوی نمودن هزار بار شایسته تر نمی نماید نسبت به اینکه از برکت آب جبین و آبله دستان مردمان ، زندگی طفیلی ارثی شاهانه برای سده ها داشت ؟ ندانستم که سقو بودن بمراتب پسندیده تر نمی نمود و نمی نماید نسبت به اینکه چون تیمور شاه زنباره و بسان دوست محمد خان چاکر انگریز و مانند شاه شجاع نوکر فرنگ بود ؟
فخر می باید به قناعت آن سقو و« سقوی ها» که با نان جوین و سفرة خشکین ساختند لیکن هرگز غذای رنگین در کاسه زرین انگریز نخوردند. نیکا شهرا ! که چنین آب آور بلند همت در دامان خود خوابیده دارد.
اگر از جفا هائیکه زور گویان به تاریخ کشور روا داشته اند ، بگذشت ، نکته اساسی در پیش چشمان می استد که بعضی درباریان درنگارش خویش جستان و شتابان داوری نموده و حبیب الله را شتابزده و یکسره « دزد سر گردنه » قلمداد نموده اند. در حالیکه ، برخلاف گفتار درباریان محمدزائی و فرزندان ، آن انگور پرورده کوهدامن « دزد سر گردنه » نبود. روستایی بود و ساده گو ، جوانمرد بود و ساده رو، کاکه بود و راست گو ، ناخوان بود مگر پخته گو.
بسا ارزش های پای مردی ووفاداری را که خواننده ای خراسانی کنونی در تاریخ تشنه وار جست و جو میکند در کار و کردار حبیب الله می توان سراغ نمود. همان ارزش های ساده مکر نایابی را که بسا شاهان و امیران معاصر کشور کم و بیش فاقدش بوده وبرای بدست آوردن ارمان های زیر ناف و سرشکم خراسانیان را بی سواد ، زندگی را دوزخ ، و خراسان را چو حصار نای زندان تنگ و تریک نگه داشته بودند.
اگر براستی در باب آن جوان کوهدامن حبیب الله با داد سخن آورد و به چشمان خواننده خاک نزد ، هیچ دورانی بهتر از زمان حکومت حبیب الله کلکانی نمیتواند نکته پژوهش جهت ارزیابی شخصیت حبیب الله قرار گیرد. سرشت مرد را در آن روزگار باید به آزمون گرفت که او در روی کرسی قدرت سیاسی کشور زانو زده بود. همان کرسی که از بهر بدست آوردنش یک شهزاده و با سواد ( زمانشاه ) چشمان برادر خود را کور کرد و دیگری شیرعلی خان در زندان ، روان فرزند را نابود کرد و آن دیگری امان الله خان گلوی عم را در ارگ تا دم مرگ توسط عاملان خود فشرد.
بایست دید و ارزیابی کرد که در آن هنگام که حبیب الله بی سواد روی همان کرسی سر خور تکیه زده بود ، در مقایسه با دیگرامیران پیشین و پسین ، اوچگونه فرمانروائی کرد. آنگاه در باب حبیب الله در دادگاه تاریخ میتوان سنگین و همه جانبه سخن آورد و بنیادین بیطرفانه نگاشت.
با در نظر داشت این اصل که حبیب الله که درب مکتب ندیده و از اندیشة خیلی پخته و دید رسته برخوردار نبوده ، روش بسا کارکرد هایش و شیوه کشور داریش به یک کاکه خراسانی همسان می نماید. به گونه نمونه ، نگاه شود به خوی و رفتار آن کوهدامنی :
همان صفت از خود گذری ، داشتن وفا، نگهداشت حرمت زنان و پاس سخن پروردگار داشتن که پله به پله و کتاب به کتاب در ادبیات فارسی دری درج است در کردار حبیب الله بمشاهده میرسد. دم نقد ، این رویداد های تاریخی می تواند حبیب الله را در دیدگاه خواننده یک جوانمرد استوار و پایمرد پایدار جوانمرد و پایمرد ایکه آب انگور و بوی گندم سرمست و چشم سیرش بار آورده بود :
1 : زما نیکه حبیب الله قدرت سیاسی را در کابل گرفت ، به گفته مرحوم قاسم رشتیا یک دسته خواهران جوان امان الله در ارگ موجود بود. آن کوهدامنی نه تنها نگذاشت که دستان دشمنان امان الله بدامان آن دختران جوان رسد بلکه پاسدارآبرو وعزت شان گردید. در همین هنگام ، شاه امان الله خود در قندهار سنگر گرفته و بسوی کابل لشکر کشید و برای گرفتن تخت و بدست آوردن سر حبیب ا لله کمر بست. حبیب الله در حالیکه حریفش را با تمام قوت در قندهار یافت از خواهران جوان امان الله وسیله سیاسی نساخت. آنان را جهت خرد نمودن شاه امان الله گروگان نگرفت. اقارب دختران را خواسته و هر خواهر جوان امان الله را به دست هرقوم و خویش شان سپرد. رشتیا چنین حرمت گذاشتن به زنان وزنان دشمنان و چنان از خودگذری را بجزدر حبیب الله دیگر در کدام امیر و شاه در تاریخ معاصر کشور می توان سراغ کرد ؟
کنون برمیگردیم به برگ دیگری از تاریخ :
سردار محمد داود پسر عم ظاهر شاه بود. این دو در یک فامیل بزرگ شده و در یک چهاردیواری بزرگ شده بودند. یکی بنام شاه و دیگری بنام نخست وزیربرای سالها روی اسپ روزگار سوارو در کارزار کشور پایگه می گذاشتند. و در هر ماه ودر هر سال با تمام فامیل های خود روی یک میز نان ، صف می آراستند. پیوند این دو سردارو فامیل های شان بدانجا کشیده بود که ازدواج هاصورت گرفته بود. مگر درسال 1352 ، زمانیکه سردار محمد داود ، ظاهر شاه را برکنارو خود را مرد میدان معرفی نمود همان فامیل شاه را در ارگ زندانی و گروگان گرفت. سردار محمد داود آن فامیل را گروگان نگهه داشت بخاطر همان کرسی که حبیب الله روستائی دربرابر امان الله می جنگید، و خواهران امان الله را برای نگهداشت همان کرسی گروگان نگرفته بود. مگرتا استعفانامه شاه از روم نیامد فامیل شاه را داود در ارگ گروگان نگهه داشت که داشت. آن بود پاسداری یک روستائی کوهدامنی از خواهران جوان امان الله در ارگ که امروز بنام « دزد سرگردنه » دشنام نثارش می شودو این گروگان گیری سردارداود ملقب به « رهبر » در برابر خانواده خودش.
2 : زمانیکه افراد قبائلی جنوبی داخل و خارج مرزبه رهبری نادرشاه در برابرحبیب الله خان می جنگیدند ، اعضای فامیل نادر شاه بشمول خانم شاه محمودکه دختر ا میرحبیب الله خان شهیدبود و نامش صفورا ولقبش قمرالبنات بود درارگ نزد آن کوهدامنی زندانی بود ، حبیب الله زمانی فامیل نادر خان را به زندان افگند که شاه محمود خان که توسط اوبه حیث رئیس تنظیمیه جنوبی مقرر شده بود ، برخلاف حبیب الله با نادر دست به فعالیت زد. به آنهم ، آن باغبان کوهدامنی موی اعضای فامیل نادرو شاهمحمود خان را خیانت نکرد. در سخت ترین نبرد های شبانه روزی در گرداگرد ارگ و دربرابر آتش توپخانه نادر، حبیب الله امنیت فامیل نادر را درارگ بدوش گرفت و نگذا شت که به آنها آسیبی رسد. حتی در ایام شکست و عقب نشینی از ارگ، حبیب الله فامیل نادرو صفورا قمرالبنات را برای اهداف سیاسی و حتی نجات جان خودگروگان نگرفت و باخود به کوهدامن نبرد. بدینگونه حبیب الله در تاریخ معاصر افغانستان نشانی بیادگار گذا شت که گروگان گیری زنان خلاف رسوم نیاکان و فرهنگ روستائی اوست. با چنین حرمت گذاشتن به زنان و از خود گذری دربرابر زنان دشمنان ، حبیب الله چنان کرد در زندگی سیاسی که پهلوانان راستین از خود به یادگار گذاشتند در واژه های آهنگین دقیقی و فردوسی.
اکنون بر میگردیم به روز گار دیگر تاریخ :
پس از اعدام امیر حبیب الله کلکانی ، نادر به جان فامیل او افتاد. نادر زمانی به اسارت فامیل آن باغبان پیشه دست یازید که از حریفش ، امیرحبیب الله ، جزنام، نشان وخبری نبود. آن کوهدامنی سر زده شده بود. مگر در همان اسارت گیری ، نادر روش قوم گرائی خود را، آشکار درکردار پیاده نمود. چنانکه : زوجه اول امیر حبیب الله خان کلکانی، بی بی سروری ویا بی بی سنگری که در فرهنگ فارسی دری پرورش یافته بود با دو دخترش در زندان افگنده شد. وارثین حکومت نادر تا توان داشتند این زن و دو دختررا برای بیست سال در زندان نگهه داشتند و سپس برای بیست سال دیگرآنها را دور از کوهدامن ، به بلخ تبعید نمودند. اگر این زن کوهدامنی از شمال کشور نمی بودند، در فرهنگ فارسی دری پرورش نمی یافتندو اندک ارتباط خونی با محمد زائیان می داشتند، آیا نادر اینان رابرای چهل سال و تا پایان عمردر زندان ها ودرتبعید گاه ها شکنجه میکردند؟ هرگز نه ! اینست ثبوت تاریخی این ادعا : نادر زوجه دوم امیر حبیب الله کلکانی را که بی نظیر نام داشت و مادر اندرآقای عزیزالله واصفی بود، نه در زندان افگند و نه مجازات کرد. نادر بینظیر را آزار نرساند چون آن خانم محمدزائی بودو از تار و پود فامیل و قوم نادر شاه بشمار میرفت. نادرشاه نه تنها بی نظیر را به زندان نه افگند بلکه درازدواج آن خانم باپدر آقای عزیزالله وا صفی، مرحوم عبدالرشید خان الکوزی کوشید. اقای الکوزی که از قندهاربود وبا نادرارتباط قومی داشت به زودی درحکومت نادراز جاه و جلال برخوردار شد.
آیا کنون وقت به پختگی اش نرسیده که رگ رگ حکومت نادرو بند بند روش سیاسی آل یحیی بر پایه تعصب قومی نادریان تاریخ خوارنگارش خواهد آمد که با خواندنش مردم خدا راگریه ، خوانندگان را سوگ و ناله آید که چه ناروائی هائی نبودکه در روند هفتاد سال در زیر چتر شاه سابه خدا برهمشهریان و روستائیان دستان بسته روا پنداشته نشد ! ناروا هائیکه حتی در قطی شیطان نمی توان یافت.
آن باشد روش انسانی حبیب الله باغبان در برابرفامیل نادر شاه و خانم شاه محمود واین بود جفاکاری نادرشاه و تعصب قومی آل یحیی دربرابر زن و فرزند حبیب الله خان کلکانی .
3 : وقتی نیرو های امیر حبیب الله داخل کابل شد سرو مال کابلیان دست نخورد و خانه ها غارت نگردیدو ارگ سالم پائید.
بر میگردیم به رخداد دیگری از تاریخ :
زمانیکه افراد نادرشاه، که نیمی آنرا نیروهای قبائلی غیرساکن کشورتشکیل میداد، بکابل رسیدند، وحشت زده و جنون وار، دهشت زده و دیوانه واردرخانه های بسا کابلیان ریختند و هر آنچه در شهر« رودابه کابلی» بود به جنوبی و آنسوی مرزجنوبی به یغما برده شد. گوئی کابل شهر عشق غنیمت جنگی بوده باشد.
حتی افراد قبائلی قالین های ارگ شاهی را که از وقت حبیب الله کوهدامنی در ارگ باقی مانده بود با کارد ها پارچه نموده و میان خویش تقسیم نمودند. از دست چپاول افراد قبائلی در ارگ ، ظرف و فرش نماند و نادر شاه مجبورشد که برای چندین روز درارگ نپاید و درخانه خویشاوندان خود بسر برد.
یا اینکه وحشت و دهشت نیروهای قبائلی در کابل ازکرداردزدان سرگردنه که به بیابان های مرو می تاختند چه تفاوتی داشته و دارد؟ آیا نیرو های قبائلی دزد گونه و چپاولگرانه رفتار ننمودند؟ یا کردارنیرو های قبائلی و روش آل یحیی چون گذشته بالا تر از داد تاریخ بشمار می آ ید؟
آن بود روش ودولت داری یک روستائی چشم سیر هنگامیکه ازسمت شمال به دروازه های کابل قدراست و دم راست رسید که درتاریخ سرداران نامش به صفت « دزد » پالش می یابد. این غارت نادر و افراد قبائلی در کابل که هیچ تاریخ سرداری از آن دزدی وچپاول یاد نبرد.
4 : در تجلیل جشن آزادی کشور، امیر حبیب الله کلکانی به پیشگاه مردمش بی الایشانه گفت : « استقلال نه از من است و نه از امان الله بلکه از شما ولس است.» این گفتار ناب امیر خبیب الله کلکانی در تاریخ نایاب است.
نگاه شود در تاریخ کشور، آیا شاه ویا امیری به جز آن برنای کوهدامن یافت که چنان بی آلایشانه و چنان فروتنانه حق و جان نثاری مردم را به درگاه مردم اعتراف کرده باشد ؟ بجزحبیب الله دیگر مردی را چنان اقرارو گفتار در تاریخ نیابید !
افزون برگفتاربالا،در جشن آزادی کشور، حبیب الله به گسیل پیامی فرمان داد که تا به امروز هیچ قدرتمندی درتاریخ انسان فرمان نداده است. در همان جشن آزادی،او پیام تبریکی به امان الله در روم مخابره نمودو ازینکه آزادی کشورتحت رهبری اش گرفته شده بود به آن شاه تبریک گفت. این گونه کردار را گویند سخاوت و فتوت یعنی کا که گی.
کنون برمیگردیم به رویداد دیگری ازتاریخ :
نادرشاه که روی قدرت آمد درهردرب و دیوارکه نام امان الله یافت به میله تفنگ تراشید و در هر کتابچه و کتب که نام امان الله دیده شد، آن کتابجه و کتاب را به آتش کشیده شد. آن کتب و کتابچه سوزی های نادرو فامیل نادر از پی دگرگون ساختن تاریخ کشور، یاد ازمورخ و نقاد تبریزی، احمد کسروی میکند. دردربارنادر همانگونه کتاب ها به آتش کشیده شد که کسروی ازبرای فرونشاندن نفرتش به عطار و مولوی ، خیام و سعدی ، دیوان های بررگان شعر فارسی دری را به آتش کشیده خاکستر نمود و جشن کتاب سوزان برپا داشت. مگرکردارنادر ووارثین اوپی دست کاری به رویداد های تاریخی با کتاب سوزی پایان نمی یابد. برای نمایش کیش شخصیت نادر شاه و یکه تاز پنداشتن او در تاریخ کشور، در روی منار استقلال درکابل ، چنین نگارش فرمان داده شد:« به یادگار ورود کامیابی یگانه مجاهد وطن پرست ملت خواه جناب محمد نادر خان سپه سالار که عموم ملت افغانستان حقوق آزادی خود را به قوه شمشیر اینمرد دلیراز انگلیس در سال1298 حاصل نمود.» همینگونه سیاه کاری و دست کاری نادرو نادریان رادر تاریخ و فرهنگ کشور، نوشته های فرمایشی« اشتباهات اندک »خواند ، پس به پا خاست، کمر بست و در راه شد تا دریافت که اشتباهات در تاریخ انسان چه بوده باشد.
آن بود راست گوئی یک مکتب نادیده روستائی درباب آزادی کشورو پاسخ به امان الله و این بود سیاه کاری سپه سالارووارثین اواندرتباهی فرهنگ ونیرنگ کاری درتاریخ کشور.
5 : امیرحبیب الله کلکانی که زمام امور را گرفت با گفتار ساده روس را هوشدار دادکه « بخارا را آزاد خواهد کرد». و این اشاره حبیب الله بدین معنی بودکه شانه پهن روستائی زیریوغ انگریز نخواهد رفت.
اکنون بر میگردیم به رخداد دیگرتاریخ:
نادر چون در کابل رسید جهت خوشنودی روسان تمام مجاهدین و مهاجرین بخارا را در شمال کشور قین و فانه کرد. کار نادر بدانجا پایان نگرفت بلکه ریشه مقاومت ضدروسی رادر شمال کشور نیز خشکانید. هر انسان سمت شمال کشور( مانند سید منصورمزاری که درپیشاپیش جوانان بلخ چون قاری عالم خواجه و ایشان شریف وغیره بهر آزا دی بخارا و سمرقند می رزمیدند) به دار نادر زده شد ویا درکنار مهاجرین بخارا چون سیاه بیگ به هیرمند و قندهارتبعید کنان روانه شد. همان ضربه کاری نادریان به مقاومت بخاریان بودکه روسان آرام آرام در آنسوی دریای آمولنگر انداختند و در انتظارنشستند تا روز کام رسدوزمان به « شهزاده سرخ» برادرزاده نادر، سردارمحمدداود برسد تاکه خراسانیان نیزچون بخارائیان دسته دسته بمیرند. روسان بهر خوشنودی روسان چنان کردکه گفته شد. مگر نادرشاه از آغاز تا به انجام دولتداری، در سایه انگریزان پروبال کشید. اندرین باب مثال های بیشماری است و نگاه شود به کار هائیکه پژوهشگران و تاریخ نگاران غیر درباری از جمله داکتر آدمک.
مگر یک مثال برجسته دیگرکه تا اکنون نگارش نیافته جهت بیان رازوساز نادرشاه با انگریزان درین نبشته می آید:
در زمانیکه نادرنیرو های قبائلی آنسوی مرزرادر پشاورجهت نبرد دربرابر حبیب الله کلکانی بسیج میساخت ، نادر شاه برای هفته ها دربازار قصه خوانی پشاور اقامت گزیده بود. درآنزمان پشاور و مناطق قبائلی ( که پسان ها نادربا روان آسوده وبدون کدام دغدغه یی درپشاور ماند، نیرو آماده کرد و ازهمان پشاورنقشه های جنگی و عملیات نبردرا تدارک کرد.
اما زمانیکه نادر به قدرت رسید یکی از روشنفکران میهن، غلام محی الدین خان آ رتی زاده،از کابل به پشاوررفت تا دربرابر نادراز همان پشاوررزمد، مگر انگریز مجالش نداد ودر نزدیک بالاحصارپشاوربشکل نامعلومی کشته شد.
درروند این دهه های پی درپی، آیا جوان در دبیرستان ویا دانشگاه کامیاب به خوانش این سرگذشت دردآور اما فخرآفرین آرتی زاده درتاریخ های سرکاری محمدزائیان شده است؟ هرگزنه! چون بیان سرگذشت آرتی زاده گز به گز نشان میدهد که تا به چه حد در سایه و همکاری انگریزان در بازار قصه خوانی پشاورنادر شاه به جهت گرفتن کابل به کارهایش آب وتاب بخشید.
ان بود روش آشتی ناپذیر یک روستائی و کوهدامنی دربرابر روسان و انگریزان واین بود دو دسته خدمت گذاری یک درباری، در برابر آن دوقدرت یگانه.
6 : حبیب الله کلکانی که در کابل قدرت سیاسی بدست گرفت افراد شکست خورده غند شاهی را که بیشترشان از قندهاربودند وبطرفداری امان الله خان دربرابر حبیب الله رزمیده بودند تمجید کرد. آن افراد اسیررا « دشمنان با غیرت و نمک به حلال» خطابیده و وفاداری شانرا به شاه امان الله آفرین گفت . حبیب الله به هیچ یک ازاعضای آن غنداسیر آزار نرساند. اینگونه گفتار و کردار را گویند از خود گذری یعنی جوانمردی !
بر گردیم به گوشه دیگری از تاریخ :
زمانیکه نادرخان بقدرت رسیدنخست سر شخصیت های برجسته کشورووفادار به امان الله را جداکرد. به گونه مثال : شاه محمد ولی خان دروازی که چهره شناخته شده ای سیاسی در سطح جهانی بود. با همکاری دووزیرسوگند خور فیض محمد زکریا و عبد الا حد خان وردک مایار محاکمه دروغین شده و پس از چندی به دار کشیده شد. ضربه آل یحیی بابدار کشیدن توقف نیافت ! پس از کشتن دروازی ، نادر و نادریان رفتندوهستی دروازی را مال حکومت خاندان خویش اعلام کردند. هان ! فشار اقتصادی را هم کمتر دانستند. به ابتکار دیگری دست زدند: دروازه های مکتب ها را به رخ کودکان دروازی بستند به امید اینکه دیگر سری درین خانواده بدخشی بالا نشود و استعدادی نروید. دوم مردی چون محمد گل مهمندرا که نه به فرهنگ کوهدامن میساخت و نه به رسوم سمت شمال احترام میگذاشت به کوهدامن روان شد تا کوهدامنی ها را ازکمر زین واز پا نعل و ازکله سر زند.
نادر گذاشت که دست قبائلی های درون وبیرون مرز کشور به دامان دختران وزنان کوهدامن رسد وزن و فرزند کوهدامن به نام غنیمت حتی به آنسوی مرزجنوبی رسد. مگرشامگاه درکوهدامن به پایان نرسید. به قول رشتیا « قتل دستجمعی» مردمان کوهدامن بدست نیرو های قبائلی درشمال کشورانجام گرفت و درانبان نفرت، کوهدامنیان چکیده شدند.
باچنین قتل ها و به غنیمت گیریهای دختران و زنان، نادرتخم نفاق وبد بینی رادر میان باشندگان میهن آگاهانه کشت نمود.
این همه بیدادگریها درکوهدامن را نویسندگان نوشته های فرمایشی، تحت حاکمیت مرکزی حکومت نادرشاه،روا می پندارند. شگفتا ! نمی دانستم که روش دریدن انسان وسینه چاک نمودن آدمیان دلباخته های درمیان بعضی از کتب خوانان داشته است.
این نوشته ها، بخاطریکه بستن ها، شکستن ها و کشتن های نادرشاه را درکوهدامن نمای قانونی داده باشد، گام دیگری به پیش میگذاردو ادعای بلند لالای میکنند که درآن ادعاها موازین پژوهش قالب بندی نشده است. ادعای که حتی با بک سند تاریخی پشتوانه داده نشده است: مقاومت کوهدامنیان در برابر ستم دستگاه نادری غیر مستقیم با واژه « اشرار» در نوشته های شان رنگ و پیوند میدهند. بیاد است که « اشرار » خطابی سوغات دولت های یک جانبه و بیگانه ای درزادگاه ما بوده است که بکار بردن این واژه خلق الله را آرزو داشتند بفریبند؟
یک کوهدامنی دو کوهدامنی ویا صد کوهدامنی درشمال کشور زیرچکش قرارنگرفته بود. سخن از تمام کوهدامن است. تمام باشندگان کوهدامن سرمه کوب گردیدند. آیا تمام باشندگان کوهدامن « اشرار» بودند؟ پیش از « اشرار» نگاری آ یا نویسندگان محترم درپای سخنان چند تن از کوهدامنیان موسپید، زندان دیده و زندگی بربادرفته نشسته و گذشته را پرسیده است ؟ ویا چه زیباست که پی دفاع سربسته ازآل یحیی چون گذشته، به رعیت وقعی قائل نشد؟ خاک بر دهنم. در اصل که اینگونه باید زمزمه می شد : « خود کوزه و خود کوزه گرو خود گل کوزه .»
بقیه سرگذشت دردآور آدم افگن کوهدامنیان را به گفته پدران « مشت نمونه از خروار» به قلم بدست روزگار عبد الرشید بینش واگذارم که بیان دارد که چگونه در برابر دیدگانش پدر کوهدامنی اودر زندان ، برادر بزرگش در تیل داغ شکنجه شد! چگونه بینش در پیش مادر و در برابر نگاه های کودکانه اش، گوشواره های خواهر جوانش به امر افراد نادری کشیده شد! چگونه هستی بینش ها به جرم کوهدامنی بودن تاراج شد! ویا چگونه حق مکتب رفتن برای همیشه از بینش خوردسال گرفته شد!
شاید دانستن اینگونه سرگذشت ها یاران را اندوه و قلم شانرا گریه آرد که آن کوهدامنیان که در شکنجه گاه نادر ویا تیغ تفنگ های قبائلیان مرزی برچه کوب گردیده بودند « اشرار» ویا یاغیان نبودند. آن کوهدامنیان انگبین آورانی بودند که فقط می خواستند آزادی انسانی خود را درکنار تاکستان های روستاه های شان از دست ندهند. بخاطر همین آرمان، آنان همدردی قوم صافی را باخود داشتند!
آن کوهدامنیان که ایستادن را به سکوت ، پایداری را به بردگی و مردن را به بندگی شایسته انگاشتند، هر یک در جوانمردی حبیب الله بودند و درکاکه گی امیر حبیب الله.
آن بود روش خود گذری یک جوان کوهدامنی در برابر افراد شکست خورده غند شاهی، و این بود ستمگاری نادرشاه در برابرمامورین امان الله و یورش وچپاول افراد قبائلی در کوهدامن برهبری نادر.
7 : زمانیکه حبیب الله در شهر کابل سنگر گرفت به پیمانی که روی قرآن پاک نموده بود پادشاه سه روزه کشور وبرادر امان الله ، عنایت الله خان، را آزار نرساند. به سوگندی که حبیب الله پاکدین روی کتاب پروردگار نموده بود حرمت گذاشت و عنایت الله خان را گذاشت که با فامیلش آسوده از ارگ خارج و کشور را ترک گوید. با چنین کاری، حبیب الله قرآن را از برای ضربه زدن حریفان سیاسی خود نفروخت و پیمان خود را در روی قرآن آفریدگار نشکست. اینگونه پیمان نگهداری خویشتن داری را دراوج قدرت، چکامه سرایان در گو می نامند بزرگمنشی و پاکدلی !
برمیگردیم به زمان دیگری از تاریخ :
نادرشاه که قدرت سیاسی را در کابل بدست آورد برای به چنگ آوردن رقیب سیاسی اش، حبیب الله، به روی قرآن مهر نمود که اگر آن کوهدامنی تسلیم شود، او را آزار و گزند نخواهد رساند. حبیب الله مهر نادر را در قرآن ضمانت دانسته به کابل آمد. نادر سخن پروردگار را فروخت تا آن کوهدامنی را بدست آرد و خلاف پیمان و مهرش در کتاب آفریدگار، حبیب الله را بدست سران قبائل طرفدار خود سپرد و حبیب الله و یارانش در ارگ تیر باران گردیدند. و خلاف کرامت انسانی، جسد بی روان آن کوهدامنی از ارگ بروی خاک کش کشان به چمن حضوری برده شد و در چمن حضوری جسد تیر خورده و چنواری شده حبیب الله به دار کشیده شد. جسد خونبار وبی روان حبیب الله را برای روزها به دار گذاشتند به هدف اینکه چشمان همزبانان حبیب الله را سوزانده باشند. آن بود حرمت گذاری یک بی سواد کوهدامنی در برابر قرآن که امروز بنام« یچه سقو» پست و زبون شمرده میشود و این بود قرآن فروشی نادرشاه که تا هنوز هم در پاره از نگارش های اردتمندانه « زعیم» نامیده می شود ! با انهمه رویداد ها که دربالا آمد، نادر برازندگی هائی هم داشت که نمیتوان ازآن چشم پوشید. از آنجمله میتوان از پختگی اش در امور لشکری، زیرکی اش و تدبیرش نام برد. مگر روش کینه توزی، قوم پشتون را در برابر بقیه باشندگان میهن وسیله سیاسی ساخت، با انگریز ساخت و مجاهدین بخارا سرزد، پیمان شکستن و قرآن فروختن اوست که نادر را در دوشنبه و پنجشنبه بازار، درتاریخ و نگارش مرد نامطلوب وغیر اعتمادجلوه میدهد. بااینکه حبیب الله سواد نداشت و برای رهبری خراسانیان ساخته نشده بود، گزارشات و رویداد هائی که در بالا آمد او را با نشان دادن جوانمردی و راست گوئی در مواقع خیلی حساس، نگینه واردر میان خیل امیران دو سده کشور می درخشاند.
بیشتر ازین، رویداد های تاریخی بیان شده برخلاف نوشته های بعضی ها گواه میدهد که آن فرزند کوهدامن « دزد» وار و « دزد» گونه حکومت نکرد بل در زمان رهبری از خود قناعت به نفس، شیوه مردی، از زبان ( وزنان دشمنان) پاسداری، بی تعصبی، وفا به پیمان و حرمت به قرآن خدا بیادگار گذاشت.
این شیوه های از خودگذری، قناعت پسندی، ساده زیستی، جوانمردی،چشم سیری و بی آلایشی حبیب الله است که بر کار کرد ها و کارنامه های بسی امیران محمدزائی چربی میکند. و در نتیجه، آن جوان کوهدامنی را حاشیه به متن تاریخ کاکه وار می جهد و آفتاب وار می درخشد.
منابع:
1- لودویک آدمک ، ( رجال تاریخی و سیاسی افغانستان)، چاپ اتریش ، 1975 م. صص 155 - 156.
اکتوبر 1929
درخواست نادرشاه از حبیب الله کلکانی جهت تسلیم نمو د نش به حکومت که شامل بخشش حبیب الله کلکانی میشد البته تسلیم شد ن کلکانی با پا در میانی حضرت کابل و امضا نادر خان بالای قران کریم صورت گرفت ـ اما به وعده وفا نشد",پيلوزي پروګرامونه _ مه يې ډيليټوی ! ( احسان )
1152,,"
",
1153,,"
",
1154,,"
",
1155,,"
",
1156,,"
",
1157,,"
",
1158,,"
",
1159,,"
",
1160,,"
",
1161,,"
",
1162,,"
",
1163,,"
",
1164,,"
",
1165,,"
",
1166,,"
",
1167,,"
",
1168,,"
د بېنوا ويبپاڼي خبريال سورغر توخي بېنوا ويبپاڼي ته په ټيلفوني خبرو کښي وويل :
نن د ارواښاد علامه رشاد د مړيني په څلورمه ورځ د کندهار دلايت د خرقې شريفي په جامع جومات کښي په زرګونو تنونرو او ښځو د ارواښاد فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد پاکي روح ته د لومړۍ ورځي لپاره د دعا اوفاتحې مراسم ترسره کړه .
دفاتحې مراسم دسهار د اتو بجو څخه بيا د ماځيګر تر څلورو بجو پوري په داسي حال کښي چي دهيواد د بېلابېلو ولايتونو اوولسواليو ، فرهنګي ټولنو، دولتي چارواکو او مامورينو ، دښوونځيو استادانو او شاګردانو ، دهيواد څخه بهر پاکستان او ايران څخه راغليو ليکوالو ، اديبانو، ژورناليستانو او د ارواښاد علامه رشاد صاحب د افکارو مينه والو څخه برسېره د اروښاد علامه رشادصاحب دوو زامنو ( چي نن يو له جاپان اوبل دامريکادمتحده ايالاتو څخه د کندهار ولايت ته رسيدلې وو ) ګډون کړی وو .
ټاکل شوې ده چي دفاتحې مراسم به سبا ته چي د ارواښادعلامه رشاد د مړيني پنځمه ورځ به وي هم د کندهار ولايت دخرقې شريفي په جامع جومات کښي تر سره شي .
دارواښاد علامه رشاد صاحب د پرون ( خاوروته دسپارلو دورځي ) او نن د فاتحې دمراسمو په اړه مو په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي عبدالاحمد محمديار سره مرکه کړېده .
يادونه : ",لوی کندهار د خپل نه هيريدونکي ماتم په څلورمه ورځ
1169,,"
په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمدمحمديار بېنوا خپرنيزي څانګي ته وويل چي :
سبا ته به د خوست په ولايت په جامع جومات کښي به د خوست فرهنګي ټولني له خوا د ارواښاد علامه رشاد د فاتحې مراسم په شاندراه ډول سره تر سره شي ، ټاکل شوې ده چي سبا ته به د خوست لايت ټولي فرهنګي خپروني د ارواښاد علامه رشاد لپاره ځانګړې شوي وي . او د خوست ولايت دولتي او ازادي راډيو ګاني به د فاتحې جريان ژوندی خپروي . په دې اړه نورو مالوماتو ته سترګي په لار يو . د رارسيدلو سره سم به يې درته خپاره کړو .
په کابل کښي ميشتي فرهنګي ټولني ، فرهنګپال او فرهنګيان هم دارواښاددفاتحې د مراسمو پر ځای کولو لپاره لاري چاري سنجوي .
",د خوست فرهنګي ټولنه به سبا ته دارواښاد علامه رشاد د فاتحې مراسم پر ځای کوي
1170,,"
",
1171,,"
",
1172,,"
",
1173,,"
",
1174,,"
",
1175,,"
",
1176,,"
",
1177,,"
((( موچي )))
د نور محمد تره کي د لنډو کيسو يوه ټولگه په مسکو کې چاپ شوې ده . دغه ټولگه چې د هغوى د يوې لنډې کيسې په نامۀ (( موچي )) نومول شوې په مسکو کې ځينو ادب دوستانو خپره کړې ده . د موچي په ټولگه کې د نور محمد تره کي ١٢ لنډې کيسې ځاى شوي دي چې يو سلو څو شپېته مخه لري . ويل کيږي چې د دۀ د واکمنۍ په وروستيو ورځو کې دغه کتاب په کابل کې چاپېدونکى و خو کله چې يې واکمني له لاسه ورکړه نو نوي حکومت يې د کتاب له چاپه هم لاس واخيست . نور محمد تره کي څو ناولونه هم کښلي دي .
",د تره کي د لنډو کيسو ټولگه خپره شوه
1178,,"
انالله وانا اليه راجعون
په اروپا کي د افغاني کلتوري او فرهنګي ټولنو د ګډي جرګې په نوښت او پرېکړه په اروپا کي دمېشت رون اندو ، ليکوالو ، شاعرانو ، سياست والو ، مخوروټولنيزوڅېرو او مېشتوټولو هيوادوالو له لوري دافغانستان د ستر ښوونکي ارواښاد علامه اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د مړيني په وير کي د ٢٠٠٤ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر دوولسمه نېټه يکشنبې د ورځي پر دوو بجو د المان د اتحادي جمهوريت د فرانکفورټ ښار په ( Orient Palace ) کي د دعا اويادوني پراخه غونډه جوړيږي .
په اروپا کي مېشت له ټولو هيوادوالو څخه په درنښت هيله کيږي چي دخدای بخښلي علامه پوهاند عبدالشکور رشاد ملکوتي روح ته ددعا او د ستر استاد علمي ، ملي او هيوادنيو هڅو ته د درناوي په نيت په دې غونډه کي برخه واخلي .
بېنوا ويبپاڼي د ښاغلي محمد عاشق غريب سره دغونډي په څرنګوالي په اړه مرکه کړې ده ، دلته يې واورئ .
",ضروري خبرتيا
1179,,"
کابل : د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د واليانو ، امنيه قومندانانو ، سيمه ييزو مخورو او ديني مشرانو په گډون يوه دوه ورځنۍ غونډه د پنجشنې په ورځ کابل کې جوړه کړي چې په ټول هيواد کې د نشه يي توکيو خلاف يوه گډه تگلاره رامنځ ته کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ايالاتو او برتانيا د نهه ميليونه ډالرو د مرستې د يوې پروژې په ترڅ کې په افغانستان کې د اپيمو د توليد لپاره د کوکنارو په کر بوختو بزگرانو ته د غنمو تخمونه او سره سپارل شوې ده .
د غنمو تخم په ختيځ ولايت ننگرهار کې بزگرانو ته ورکړل شوې ده ، همدا ولايت په افغانستان کې د گران بيه مخدره توکيو د توليد يوه مهمه سيمه ده .
ځايي پرمختيايي چارواکي يادونه کوي چې د غنمو د کر موسم تېر شوى دى او ډير بزگران لا هم نيت لري چې کوکنار وکري .
د ننگرهار والي حاجي دين محمد وويل مهمه دا ده له هغو بزگرانو سره چې کوکنار يې ويجاړ شوي مرسته وشي .",کرزى د نشه يي توکيو پر ضد يوه تگلاره غواړي
1180,,"
",
1181,,"
",
1182,,"
",
1183,,"
",
1184,,"
",
1185,,"
د بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي ځانګړې مننه",د بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي ځانګړې مننه
1186,,"
",
1187,,"
",
1188,,"
",
1189,,"
",
1190,,"
دهيواد دنوميالي شخصيت ارواښاد علي احمد خان پوپل د فاتحې مراسم نن د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټۀ تر سره کيږي .
بېنوا ويبپاڼي ته المان ميشتي فرهنګپال افغان ښاغلي محمد عاشق غريب د فاتحې د مراسمو له تالار څخه وويل چي تر فاتحې وروسته به د خدای بخښلي پوپل صاحب په ياد يوه غونډه هم جوړه شي ، او کيدای شي غونډه تر ماخستن پوري وځنډيږي .
هغو ښاغليو دوستانو ته چي غواړي په دې غونډه کي ګډؤن وکړی ، لاندی مخکنۍ خپره شوې خبرتيا د ټيلفون د نمرو سره بيا خپروو .
د ارواښاد علي احمد خان پوپل روح دي ښاده وي .
غلام احمد پوپل د ماليې د وزارت پخوانی معين ورور
انجنير خليل احمد پوپل ، بشير احمد پوپل زامن
محمد عثمان پوپل ، محمد عتيق شريف زومان
محمد نعيم پوپل ، توريالی پوپل د ورور زامن
غلام نبي زلمی بارک د خور زوی
انجنير محمد خالد پوپل لمسی
ضيا الله پوپل د اکا زوی
غلام عمر عسکر زوی د خور زوی
عزيزه پوپل ، پروين پوپل ، او ليلا پوپل لمسياني
د افغانستان د نوميالي سياست وال ښاغلي علي احمد پوپل د مړيني له کبله چي جنازه يې د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د دوی په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه ، د ښځو اونارينه وو فاتحه يې د رواني مياشتي٢٠٠٤ ډسمبر پنځمه نېټه يکشنبې په ورځ د ماپښين له يوې بجې څخه د مازديګر تر څلورو بجو پوري د المان د اسن په ښار کي د افغانانو د اسلامي ټولني په مسجد کي اخستل کيږي .
د مالوماتو لپاره لاندي ټيلفون شمېرو ته زنګ ووهئ :
0049-201- 33 59 21
0201- 20 01 35
0170- 411 74 23
0173- 277 12 40
",نن د المان دايسن په ښار کي د ارواښاد علي احمد خان پوپل دفاتحې مراسم او يوه غونډه تر سره کيږي
1191,,"
په کابل کښي ميشتې فرهنګي ټولنې ، فرهنګپالان او فرهنګيان هم دارواښاددفاتحې د مراسمود پر ځای کولو لپاره په تياريو لګيا دي .په دغه اړه د هغوي تر منځ مشورتي غونډي او ناستي ولاړي رواني دي او اټکل دي چې په ډيره ځانګړي بڼه به دغه مراسم سر ته رسول کيږي. اوس مهال د ارواښاد د کورنۍ غړي په کندهار کښي دي. اووروسته به کابل ته ځې چې د دغو ځانکړو مراسمو د سر ته رسولو ځاي او نيټه وټاکي. ",په کابل کښي ميشتې فرهنګي ټولنې د ارواښادفاضل استاد علامه رشاد د فاتحې مراسمو ته تيارې کوي
1192,,"
نن په هلمند کښي د بست د کلتوري ټولنې له خوا د ارواښاد علامه رشاد صاحب د فاتحې مراسم تر سره شول چې په هغو کښي د هلمند ولايت او نورو نږدو سيمو په زرګونو روڼ اندو ، ليکوالو، شاعرانو ، سپينږيرو،قومي مشرانو، ځوانانو، ديني عالمانو، حکومتي چارواکواو د ارواښاد نورو مينه والو ګډون کړي و.
د تخنيکي ستونزو له کبله مو ونه شوای کولای د هلمند ولايت څخه ددې خبر نور جزيات او انځورونه خپاره کړو ، د بېنوا ويبپاڼي دکندهار همکار هڅه کوي په دې اړه نور مالومات راغونډ او تاسودرنو لوستونکو ته يې وړاندي کړي .
",په هلمند کښي د بست کلتوري ټولنې له خوا دارواښاد لوي استاد علامه رشاد فاتحه واخيستل شوه
1193,,"
",
1194,,"
",
1195,,"
په سويډن کي دلوی استاد پوهاند عبدلشکور رشاد فاتحه واخيستل شوه
د افغاني کلتوري ټولني له خوا د ډيسمبر دمياشتي پر (٥) نيټه دماپښين پر يوه بجه دخدای بخښلي لوی او فاضل استاد پوهاند اکاډيمسن عبدالشکور رشاد فاتحه دسويډن د مالمو په ښار کي دهغو سلګونو په هيواد مينو او په ځانګړې توګه دلوی استاد مرحوم (رشاد) دعلم، ادب او پوهی مينه والو افغانانو په ګډون سره دافغاني کلتوري ټولني په ټولنځۍ کي تر سره شوه . په فاتحه کي ټولو ګډون کوونکو په وار وار دلوی استاد روح ته دعا وي وکړې . وروسته له هغه د افغاني کلتوري ټولني مرستيال سليم (عزيزي) چي يو دلوی استاد له شاګردانو څخه دی دخدای بخښلي استاد لنډه پېژندنه او د هغه په علمی ، ادبي ، هنري او سياسي ژوند باندي رڼا واچول . (روح يې شاد او دفردوس جنت يې ابدي مېنه)افغاني کلتوري ټولنهمالمو - سويډن
",په سويډن کي دلوی استاد پوهاند عبدلشکور رشاد فاتحه واخيستل شوه
1196,عبدالله احسان,"
عبدالله احسان _ ايسن (جرمني )
دارواښاد پروفيسر علي احمدپوپل فاتحه ، او ياد غونډه
http://www.aliahmadpopal.com
نن د يکشنبې ورځ د ٢٠٠٤ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټه چي د ١٣٨٣ ل کال د لېندۍ د مياشتي ١٥مي نېټې سره سمون لري ، د جرمني د ايسن په ښار کښي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل فاتحه د هغه د کورنۍ دغړو او دوستانو له خوا واخستل شوه ، او تر هغه وروسته په نوموړي ښار کي د نوموړي په ياد غونډه جوړه شوې وه .
د فاتحې مراسم د جرمني د ايسن دښار په جامع جومات کښي د ماپښين ديوې بجې څخه تر څلورو بجو پوري په داسي حال کي چي په زيات شمير سره دالمان اوسيدونکو افغانانو ، داروښاد دکورنۍ غړو او دوستانو ، المان مېشت فرهنګپالو اوفرهنګيانو ، يو شمېر د ښوونځيو پخوانيو استادانو ، او د فرهنګي ټولنو او خپرونو مشرانو ، او استازو ګډون کړی وو تر سره شوه .
ورپسې يو شمېر هغه کسان چي په فاتحه کښي يې ګډون کړی وو ، او يو شمير نور چي وروسته له ځيني لېرو پرتو سيمو رارسيدلي وو ، په ګډه د ايسن ښار سهيل خواته د ( له پالاس ) نومي تالار د ماځيګر پنځو بجو ته ورسيدل . او هلته د ور رسيدو سره سم د ډوډۍ خوړلو لپاره تياری نيول شوی و .
ماښام شپږنيمي بجې د قرآن عظيم الشان ختم وشو ، او خاتمه وويل شوه ، همدا راز يو ځل بيا د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح ته دعا وشوه .
د ماښام نږدې اووه بجې وې چي ښاغلي ډاکټر علي احمد ( عمر ) د ارواښاد پوپل صاحب او د هغه ملي او فرهنګي خدمتونو او د نوموړي د ژوند او رسمي دندو په اړه څو لنډي خبري وکړې او وروسته يې غونډه تر پايه پر مخ بوتله .
تر دې وروسته ښاغلي سرور رونا ( دعقاب آريانا مجلې مسوول مدير ) ته بلنه ورکړه شوه . نوموړي د ارواښاد علي احمد خان پوپل په اړه خپله مقاله ولوستل ، چي په هغه کي يې داروښا د پوپل صاحب د ژوند پر ځينو برخو او دده سره يې پر اړيکو ، او د هيواد لپاره د هغه پر همدردۍ خبري شوي وې .
همدا راز د غونډي چلوونکي ښاغلي علي احمد ( عمر ) د امريکې د متحده ايالتونو څخه د (( ايينه افغانستان )) مجلې د مسوول مدير ډاکټر سيد خليل احمد هاشميان راغلی پيغام ولوست .
وروسته بيا هم د امريکې دمتحده ايالتونو څخه راغلی د ښاغلي مير عبدالرحيم عزيز د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل د يوه شاګرد ښاغلي جمعه ګل حبيب له خوا ولوستل شو .
تر دې وروسته ښاغلي محمدعاشق غريب په اروپاکي د افغاني کلتوري اوفرهنګي ټولنو د ګډې جرګې پيغام اوپه جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودې ټولني پيغام ولوست .
دغونډي په وروستيو شېبو کښي د ګوربت فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي محمد آصف وردګ د ارواښاد علي احمد خان پوپل او دهغه په وينا د ارواښاد د ژوند پر څو مهمو برخو وږغېد .
د غونډي په پای کښي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان زوی ښاغلي خليل پوپل له ټولو راغليو ښاغليو اواغليو څخه مننه وکړه ، او غونډه د ماخستن پر اته بجې پای ته ورسيده .
دارواښاد پروفيسر علي احمد خان فاتحه ، او ياد غونډه
په انځورونو کي
د قرآن عظيم الشان تلاوت او خاتمه
د غونډي برخه وال چي د قرآن عظيم الشان تلاوت اوري
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
ښاغلي ډاکټر علي احمد ( عمر ) غونډي ته لنډه پرانستونکې وينا کوي
ښاغلی سرور رونا د عقاب افغانستان مجلې مسوول مدير او چلوونکی خپله مقاله لولي
د غونډي برخه وال
ښاغلی جمعه ګل حبيب د خپل استاد اروښاد ( پوپل ) صاحب په ياد خبري کوي
ښاغلی غريب په اروپا کي د افغانستان دکلتوري ټولنو د ګډي جرګې پيغام لولي
د ګوربت فرهنګي ټولني مشر ښاغلی محمد آصف وردګ د اروښاد په ياد خبري کوي
د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل زوی ( خليل پوپل ) له برخه والو مننه کوي
",د المان د ايسن په ښار کي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل فاتحه واخستل شوه
1197,,"
",
1198,,"
",
1199,,"
",
1200,,"
",
1201,,"
",
1202,,"
",
1203,نصرت الله الهام,"
غزل
زما رېبار مې دلالي خوي لري
اوکه خزان د پسرلي خوي لري
زمونږ حاکم زمونږ دغروسړی دی
خوچې داولې دپردي خوي لري
داچې ماتېږي دومره زر درځېنې
دا ستا منګی مې د زړګی خوي لري
اشنا زه دا يو اتفاق وګڼه
ګلونه کله د اغزې خوي لري
دلته ګودر کې جينکۍ هم وا يي
دغه الهام دلېوني خوی لري
",غزل
1204,,"
",
1205,,"
",
1206,,"
",
1207,,"
",
1208,,"
کابل : د ليندۍ ١٦ ، ١٣٨٣ . د افغان ولسمر حامد کرزي وياند جاويد لودين په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت له روسيې غوښتي دي چې د هغو څرګندونو سپيناوی بايد وکړي چې د دفاع وزير ، سرګې ايوانوف ، په هند کې د افغانستان په باب کړي دي .
سرګې ايوانوف د هند د سفر په ترڅ کې ويلي چې د افغانستان روان سياسي بهير واک د يوۀ ځانګړي قوم لمن ته غورځوي . هغۀ د قوم نوم وانه خيست خو شننونکي د روسيې دغه ډول خبرې د هغو ويرو له امله بولي چې ګواکې د افغانستان په راتلونکې کابينه کې به کرملين ته نژدې ډلې ټپلې نه وي .
د ولسمشر کرزي د وياند خبرې په داسې وخت کې شوي چې تر ٢٤ ساعتونو لږ موده کې به نوی ټاکل شوی ولسمشر د ګڼو لوړ پوړو نړيوالو مېلمنو په شته والي کې لوړه کوي .
د ولسمشر وياند جاويد لودين وويل ښاغلی ولسمشر به تر خپلې لوړې وروسته لومړنی اعلان د خپلې کابينې کوي .
په کابل کې لا تر اوسه د نوې کابينې په باب ګنګوسي ډير دي . ځينې په خبر ، خبرې سرچينې، ګومان کوي چې د کليو د پراختيا وزارت ، د پلان وزارت او يو نيم بل ښايي په يوۀ نوي تشکيل کې سره ګډ شي او د اقتصاد د وزارت په نامۀ ونومول شي چې د دې نوي وزارت مشري به ډاکټر اشرف غني احمدزی کوي . د اوس لپاره ښاغلی غني احمد زی د ماليې وزير دی چې د سرچينو په ګومان به يې دغه مسووليت ډاکټر انوارالحق احدي ته وسپارل شي . ",کابل : روسيه دې د خپلو خبرو سپيناوی وکړی
1209,,"
",
1210,,"
",
1211,زرين انځور ( دکولن ښار جرمني ),"
شپږم ستوری
د علامه استاد رشاد د ناچاپو اثارو په اړه يو وړانديز
( زرين انځور )
د ارواښاد استاد علامه پوهاند رشاد(( د پښتنو د کلتور او ادب شپږم ستوري )) په قلم کښل شوي ټول اثار زموږ د هېواد د علم او ادب هغه شتمنه پانګه او خزانه ده چې چې هره پاڼه يې د استاد د زړه په وينو کښله شوې او هره کرښه يې د وطن د تاريخ ، کلتور او ادب بېلابېل تياره اړخونه روښانوي .
( علامه رشاد اوانځور )","زرين انځور : "" هره پاڼه يې د استاد د زړه په وينو کښله شوې او هره کرښه يې د وطن د تاريخ ، کلتور او ادب بېلابېل تياره اړخونه روښانوي "" "
1212,,"
د بېنوا فرهنګي ټولني خبرتيا
بېنوا فرهنګي ټولنه غواړي د ارواښاد علامه رشاد صاحب په اړه په وروستۍ اوونۍ کښي ټول خپاره شوي پيغامونه ، تسل ليکونه ، شعرونه ، مقالې او ځيني نوري هغه ليکني او مالومات چي د ارواښاد استاد د مړيني سره تړاو لري ، د يکشنبې تر ورځي پوري ( په کابل کښي د ارواښاد علامه رشاد د فاتحې د مراسمو لپاره ) د يوه کتاب په بڼه چاپ کړي .
په هيواد کي دننه ، او ټوله نړۍ کښي درنو هيوادوالو ته خبر ورکوي چي که يې تر اوسه پوري پيغامونه نه وي خپاره شوي ، د بېنوا ويبپاڼي دخپرنيزي څانګي په پته راوليږي .
همدا ډول بېنوا فرهنګي ټولنه په نږدې راتلونکي کښي دارواښاد استاد دعکسونويوه لويه ټولګه چاپوي .
ټولو درنو هيوادوالو ته کوم چي د ارواښاد علامه رشاد صاحب انځورونه ( عکسونه ) ورسره وي ، د هيواد څخه بهر دبېنوا فرهنګي ټولني د اروپا ، انګلستان ، او ياهم امريکاڅانګو ته د پوست او يا برېښناليک له لاري وليږي . او همدا ډول کولای شي د سهيلي پښتونخوا دکوئټي په ښار کښي يې د لمبې مجلې له ادارې ( پښتوادبي غورځنګ ) ادارې ته وسپاري .
بېنوا فرهنګي ټولنه د ارواښاد علامه رشاد صاحب د ژوند يو ويډيوي فلم هم جوړي . ددې لپاره هم ټولو درنو هيوادوالو ته خبر ورکوي ، چي که چيري يا خپله او يا يې هم دوستان او ملګري د ارواښاد علامه رشاد صاحب ويډيووي انځوريزي ټوټې ( ويډيو عکاسي ) لري . د بېنوا فرهنګي ټولني او يا هم دهيواد څخه بهر دي د ټولني داستازو سره اړيکي ټينګي کړي .
سهيلي پښتونخوا کوئټه : د پښتوادبي غورځنګ دټيلفون شمېرې ( 0300-9388150 ) ( 0333-7809736 )
کابل : د هوسۍ مجلې اداره : ټيلفون شمېره ( 070200067 )
د بېنوا فرهنګي ټولني او بهرمېشتو څانګو ادرسونه او ټيلفون شمېرې دښکلا په ويبپاڼه کښي وګورئ .
( www.benawa.com/skala )
په درناوي
بېنوا فرهنګي ټولنه
کندهار ( افغانستان ) ",د بېنوا فرهنګي ټولني خبرتيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا
1213,,"
",
1214,,"
",
1215,,"
کابل ، د ليندۍ ١٧ ١٣٨٣ : د افغانستان لومړني ټاکل شوي ولسمشر حامد کرزي نن د کابل د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د خپلې څوکۍ لپاره لوړه وکړه .
د لوړې په دې دستورو کې د نړۍ له ٥٠ بيلابيلو هيوادونو څخه لوړ پوړي چارواکې هم برخه وال و .
په هغو کې د متحدو ايالاتو د ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستيال ديک چيني ، د امريکا د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ او د ګڼو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران هم شامل و .
د افغانستان د بيلا بيلو ولايتونو واليان ، د مجاهدينو د ډلو ټپلو مشران ، ديني علما او د سترې محکمې غړيو هم په دغو دستورو کې برخه اخيستې وه .
د همدې دستورو په وياړ او ښايي هم د امنيت د ټينګولو په هوډ په افغانستان کې نن د رخصتۍ ورځ اعلان شوې وه .
ولسمشر کرزي په دې موقع وويل چې افغانستان لا تر اوسه له نړيوالې ترهه ګرۍ سره لاس و ګرېوان دی .
ښاغلي کرزي خپلې پخوانۍ خبرې بيا تکرار کړې چې د يوۀ پياوړي افغانستان د جوړولو لپاره به کار کوي .
د ښاغلي کرزي نننۍ ژمنې :
* پياوړی پر خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړوي .
* د کوکنارو کښت او د مخدره توکيو قاچاق ختموي .
* بې وزلي يا غربت ختموي .
* وسلې ټولوي .
* د اداري فساد مخنيوی .
* د ادارې جوړول .
* د قانون او بشري حقونو درناوی .
* د افغانستان د بيا جوړولو هلې ځلې .
او
* د نړۍ له هيوادونو سره د ښو او ټينګو اړيکو ساتنه .
ټاکل شوي ولسمشر حامد کرزي هوډ وښوود چې د افغانانو اوښکې به په موسکا بدلوي . ښاغلي کرزي افغانانو ته د دۀ په وينا د دې تاريخي ورځې مبارکي ورکړه .
خو د ځينو له هيلو سره سم ښاغلي کرزي د خپلې کابينې غړي معرفي نه کړل . په کابل کې داسې اټکل دی چې ښايي لا تر اوسه پر ځينو څوکيو غور و فکر روان وي . څو ورځې وړاندې د بشري حقونو يوې نړيوالې ادارې په افغانستان غږ کړی و چې جنګسالارانو ته په حکومت کې بيا ځای ورنه کړي . ",ولسمشر کرزي لوړه او ژمنې وکړې
1216,,"
کابل : د ليندۍ ١٧ ، ١٣٨٣
د ولسمشر حامد کرزي د لوړې تر دستورو وړاندې د متحدو ايالاتو مرستيال ولسمشر ډيک چينې په يوۀ خبرې کانفرانس کې د خپل ملت او حکومت هوډ ياد کړ چې له افغانانو سره به خپلې مرستې ونه سپموي.
له ولسمشر کرزي سره په دغۀ ګډ خبري کانفرانس کې ښاغلي چينې وويل ، افغانانو په تېرو درو کلونو کې د ولسمشر کرزي په مشرتابۀ کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي . دۀ زياته کړه ولسمشر بوش هيله من دی چې افغانان په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل دغۀ پرمختګ ته دوام ورکړي .
ښاغلي چينې وويل له نړيوالې ترهه ګرۍ سره مبارزه همدلته پيل شوې وه . دوی به ترهګر بيا پرينږدي چې له دغې خاورې ناوړه ګټه واخلي .
ولسمشر کرزي له خپله اړخه د متحدو ايالاتو مرستې وستايلې او ويې ويل په تېرو درو کلونو کې واشنګټن ورسره هر ډول مرستې کړي چې افغانان يې منندوی دي .
ولسمشر کرزي د يوې پوښتنې په ځواب کې د خپلې کابينې په باب وويل چې په څو شپو کې به يې اعلان کړي . دۀ نور جزييات ورنه کړل .
په کابل کې د سياسي چارو شننونکي په دې باور دي چې متحد ايالات پر ښاغلي کرزي فشار اچوي چې د تېرو درو کلونو واکمنې ډلې ټپلې له پامه ونه غورځوي.
د دغو کتونکو په ګومان واشنګټن لا تر اوسه د افغانستان په سويلي ولايتونو کې د طالبانو او القاعدې له امله اندېښنه لري او نه غواړي چې په نور هيواد کې ناراضه ډلې ټپلي ومومي . ",امريکا : له افغانانو به خپلې مرستې ونه سپموو
1217,,"
",
1218,,"
",
1219,,"
",
1220,,"
کابل : ١٣٨٣ ، د ليندۍ ١٨
د افغانستان يوه له لومړنيو ښځينه سندرغاړو ، ميرمن پروين ، په کابل کې د څو اتيا کلونو په عمر مړه شوه .
ميرمين پروين په ١٣٢٠ مو کلونو کې د سندرو په ويلو پيل وکړ . دې په لسگونو سندرې د افغانستان راډيو ته ثبت کړې .
ميرمن پروين په فلم کې هم د يوې لوبغاړې په توگه کار وکړ .
دوه کاله وړاندې يې په دري فلم (( نيلوفر در باران )) کې يو وړوکى رول ولوباوۀ . ",سندرغاړې پروين مړه شوه
1221,,"
",
1222,,"
",
1223,,"
",
1224,,"
زبيد نوري :
خبرونه وايي چي پوليسو د هغو کسانو لټون کاوه کوم چي په يونان کي په بې قانونه توګه اوسيدل .
يوناني پوليسو يو تن له نيول شويو کسانو څخه يو چي عمر يې د ١٧ کالو شاوخوا اټکل کېده دې ته اړ ويستلی و چي ځان لڅ کړي او بيا د کراته کوونکو غوندي پر مځکه خلاص کښېني . خبرونه وايي چي پوليسو په دې وخت کي نوموړي ته د مرګ ګواښ کړی دی ، او عکسونه يې ترې اخستي دي .
د بخښنې د نړيوال سازمان د خبر سره سم ، نژدې شپېته 60 سره افغاني پناه غوښتونکي ځورل شوي دي . چي په لسګونو ماشومان هم ورکې شامل و . ",يوناني پوليسو په لسګونو افغانان وهلي ټکولي دي .
1225,اغلې فرح هيواد _ چک جمهوريت,"
ارواښاد علامه رشاد ته !
ولي ولاړې
چې خبره ستا دتلوسوم
حلق مې وچ سترګې لندې سوې
اوښکې ولاړې فوارې سوې
له څښتنه مې ګيلې
اوبيا شکوې سوې
زموږ ټولو لويه پلاره
اوس لاژر دئ ولې ولاړې
دپښتو بڼ مو لا ژړ دئ ولې ولاړې
***
نه ليدلى نه کتلئ
خو ستا مينه زما په زړه کې
نه يوازي زه
ته دټول ولس په زړه کې
دادب لويه مشاله ولې ولاړې
اې دنن ورځې خوشاله ولې ولاړې
***
ما لا شپې ورځې شمېرلې
چې به راسم ستا ليدو ته
ستا خبرو دشکرو اورېدو ته
سر به خم داحترام کړم
لاس دي ښکل او زر سلام کړم
زموږ ټولو لويه پلاره
اوس لا ژردئ ولې ولاړې
دپښتو بڼ مو لاژړ دئ ولې ولاړې
***
ماويل غوږ به سم
دزړه وينو دشعرونو اوريدو ته
دتاريخ غمجنو پېښو افسانو ته
دا ارمان مې پوره نه سو
دشملو اوچت دستاره ولې ولاړې
ددې مېنې خدمتګاره
اوس لاژر دئ ولې ولاړې
زموږ دګلو بڼ لا ژړ دئ ولې ولاړې
***
قلمونه لا کنګل دي
دپښتو پاڼې لا سپيني
بوټي پاڼي مو کمزوري
پراسمان وريځې پلنې
دپښتو ځلانده لمره ولې ولاړې
زموږ د پانګې سره اوزره ولې ولاړې
***
دادب بڼ مو لاژړ دئ
دخزان باد لا پر بر دئ
قلم خوار هم لرو ابر دئ
دپښتو لوى پرستاره ولې ولاړې
ددې شاړ بڼ لوى مالياره ولې ولاړې
اې دنن ورځې خوشاله ولې ولاړې
دپښتو د سر سر تاجه ولې ولاړې
دادب بله مشاله ولې ولاړې* * * * ", ارواښاد علامه رشاد ته !
1226,,"
بېنوا وېبپاڼه : د ١٣٨٣ د ليندۍ ١٨
د بي بي سي پښتو څانګه بالاخر د دغې ادارې د ځينو نورو څانګو په څير د يوې نژدې بشپړې وېبپاڼې څښتنه شوه .
له تېرو څو کلونو څخه د بي بي سي پښتو وېبپاڼه د دغې نړيوالې ادارې هغه يوازينۍ پاڼه وه چې بشپړ خبرونه يې نه لرل .
له نويو بدلونونو سره اوس د بي بي سي هنري ادبي پروګرام پېلوزی هم يو وار بيا وېبپاڼې کې ځای موندلی . د يادونې وړ ده چې په تېرو څو اوونيو کې بي بي سي دا کار نه و کړی او د بېنوا وېبپاڼې د دغۀ پروګرام مينه والو ته په خپله پاڼه ځای ورکړی و . ",د بي بي سي پښتو وېبپاڼه بدله شوه
1227,ل حسين _ کليفورنيا ، امريکا,"
ل . حسين خېل
زه خپلواكي نه غواړم !
زما اتله وروره
زما دسپينو اوبو غله وروره
تا چې منګى رامات كړ
زه بختور شوم
له پرديو لاسو شات څښمه
ستا به ياديږي كه نه !
ته چې ټوپك پرغاړه
په كور راننوتې
ستړى ستومانه ، موږ در پاڅېدو چې غېږه دركړو
خو تا د خپلې خور ګريوان ته لاس ورواچولو
او دنيكه ها مبارك كتاب دې پښولاندې كړ
تا ته كفارو وو څه بنګ در كړي
چې دخپل كور زړو كړكيو ته دې اور ورته كړ
او زما سينې ته دې دخپل ټوپك شپيلۍ سيخه كړه
ستا كوچني وراره درمنډه كړه چې خداى ته ګوره !
خو ستا چې سترګې وې له وينو ډكې
په ډېر غضب وويل:
تاسې به ټول ووژنم
يو مو كافر دى بل مو اوس هم لا غږيږي _ ددوزخ په ژبه _
زما اتله وروره !
تا خپله مور وويشته
او دهغې زرين امېل دې غلا كړ
او چې خوشاله شوې نو
دخپل نيكه زړه څپره دې په بم وويشته
لكه چې ډېر تږى وې؟؟
چې دې لا څښلې ، څښلې ،څښلې
داكا دپيغلو لوڼو وېنې
تا ويل چې ما له دغه كلي نه كافر شړلي
خو په ځان نه وې خبر
چې دكا فرو بنګو څه دروكړل
خويندې دې ستا له لا سه ولاړې دګاونډ بقال په پښو پريوتې
او دهغه تورولينګيو ته يې پورته كړل دسوال لاسونه
تا خپل وراره وويشته
او بيا دې كټ كټ په خندا وويل :
څنګه پخه نښه مې وويشته منئ مې كه نه؟
تا دې دخپلې وريرې څيرې ټيكرى نه پېژنده
ويل دې دا دخپلواكي جنډه ده.
تا يو كافر وشاړه
خو شل دې نور په كور راننه ايستل
او اوس همدوى لكه دامن پريښتې پرموږ پيره ولاړدي
موږ ستا له شره ساتي
زما اتله وروره
نن مې ستا يو را پا تې شوي بې لاسو وراره ته
په زړه دړه نوى مشق وليكه:
_ زه خپلواكي نه غواړم .
دليندۍ ۱۸ _۱۳۸۳ ",ل . حسين له کليفورنيا څخه : ( زه خپلواکي نه غواړم )
1228,,"
",
1229,,"
",
1230,,"
",
1231,,"
",
1232,,"
",
1233,,"
(کابل ): ولسمشر حامد کرزي د يو ځانګړي فرمان له مخې د دولت د دريګونو ځواکونو له ټولو جګپوړو چارواکو څخه غوښتي دي چې خپلو ټولو منقولې او غير منقولې شتمنۍ دې څرگندې او له دولت سره ثبت کړي.
دغه فرمان چې ١١ مادې لري ، له ټولو دولتي چارواکو څخه غواړي چې په خپلو چارو کې دې ملي ګټې په پام کې وساتي او له هر راز ژبني، قومي او سياسي توپېرونو څخه دې ډډه وکړي.
حامد کرزي په خپل فرمان کې دولتي چارواکو ته ويلي چې د خپل لاس لاندې کارکونکود چارو مسوليت هم دوى په غاړه لري اوپه دندوکې د ګمارلو په وخت بايد يواځې کاري وړتيا په پام کې ونيول شي. ",د دولتي شتمنيو د ثبتولو په هکله دښاغلي حامد کرزي فرمان
1234,,"
کابل : د ليندۍ ١٩ ، ١٣٨٣
افغانستان د پلان وزير محمد رمضان بشر دوست اعلان کړى دى چې په دغۀ هيواد کې يې له نژدې ٢٠٠٠ اين جيو گانو يا له غير دولتي مرستندويو ټولنو غوښتي دي چې کار پريږدي .
رمضان بشر دوست وويل دوى دغه پريکړه تر ځينو پلټنو وروسته وکړه .
افغان وزير هوډ وښوود چې د پاتې مرستندويو ټولنو په اړه به هم پلټنه کوي او گوري به چې څوک سم کار کوي .
د افغانستان د پلان وزير وويل ډيرې مرستندويې ټولنې د خپلو دندو مسووليت نه پر ځاى کوي او نه يې هم د دۀ په وينا احساسوي .
په افغانستان کې نژدې ٣٠٠٠ غير دولتي مرستندويې ټولنې يا اين جيو گانې په کار بوختې دي چې کورنۍ او بهرنۍ دي . ",د پلان وزير اين جيو گانې له کاره منع کړې
1235,,"
١٦_ د ارواښاد اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مړيني په اړه د ازادۍ راډيو هم د يو شمير نورو په شان يو ساعته ( تر شنه اسمان لاندي ) ادبي او کلتوري خپرونه د ارواښاد رشاد صاحب لپاره ځانګړې کړې وه . په دې خپرونه کي چي د ارواښاد رشاد صاحب خاورو ته د سپارلو پر وخت ژوندۍ خپريدل . په دې خپرونه کښي ميلمانه دغه ښاغلي دي : حبيب الله رفيع ( کابل ) عبدالله بختاني ( ننګرهار ) او معصوم هوتک د کاناډا څخه .
( د ازادۍ راډيو څخه په مننه )
لومړی نيم ساعت دوهم نيم ساعت تر پايه
که په اوريدلو کي ستونزې لرئ دغه ځای کښېکاږئ
دغه ځای کښېکاږئ او د ارواښاد علامه رشاد صاحب په اړه نوري خپروني واورئ .
که تاسو درانه لوستونکي د ارواښاد علامه رشاد په اړه خاطرې لرئ اوغواړئ د بېنوا ويبپاڼي اويا بېنوا فرهنګي ټولني له خوا خپرې کړئ ، د بېنوا ويبپاڼي له خپرنيزي څانګي سره اړيکي ټينګ کړئ .
بېنوا فرهنګي ټولنه د ارواښاد علامه رشاد صاحب د عکسونو البم د کتاب په بڼه چاپ ته تياروي ، که تاسو هم غواړئ خپل هغه عکسونه کوم چي تاسو يې لرئ خپاره شي ، موږ ته يې راوليږئ .
په درنښت : بېنوا فرهنګي ټولنه کندهار
",ارواښاد علامه رشاد. .
1236,,"
",
1237,,"
",
1238,,"
کابل : د ليندۍ ٢٠ ، ١٣٨٣
پاکستاني مقامات وايي دوى اکبر اغا نيولى دى . ويل کيږي چې دى د طالبانو د غورځنگ يو مهم کس و چې په دې وروستيو درو کلونو کې يې د هغوى په استازيتوب ويناوې او مرکې کولې .
مقامات زياتوي چې اکبر اغا په دې وروستيو کې د جېش مسلمين د ډلې استازيتوب هم کاوۀ چې له طالبانو يوه جلا شوې ډلگۍ بلل شوې ده .
په همدې ډلې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د تښتول شويو کارکونکو د تښتونې پړه هم وه چې وروسته بيا افغان حکومت ورته د شک په سترگه کتل .
په دې وروستيو کې افغان حکومت يو وار بيا پر پاکستان غږ کړى و چې په خپله خاوره د فعالو طالبانو مخنيوى وکړي . ",د طالبانو يو مهم غړى ونيول شو
1239,,"
(بلخ): د نشه يې توکو په وړاندې د مبارزې د ستري ملي جرګې په وروستۍ ورځ د بلخ والي عطا محمد نور ويلې دي چې نړيوال مافيا او قاچاق وړونکي د سترو هيوادونو په لوړو چوکيو کښي شتون لري. او امرېکا او اورپا ته د نشه يې توکو په ليږدولو کښي مرسته کوي.
نوموړي داڅرګندوني د برتانيې د سفيرې د هغو خبرو په ځواب کښي چې پرون يې ويلي وو، چې د برتانيې په کوڅو او بازارونو کښي پنځه نوي په سل کښي نشه يې توکي او هيروين د افغانستان څخه ورځي.
د غونډې په وروستۍ ورځ برخه والو يو ګډ پرېکړه ليک خپور کړچې په هغه کښي يې د نشه يې توکو د مخنيوي لپاره د حکومت ټولي پرېکړي منلي.
",د نشه يې توکو په وړاندې د مبارزي د ستري ملي جرګي پرېکړه ليک
1240,,"
",
1241,,"
",
1242,,"
د زاهدان راډيو پښتو خپرونې خبرتيا
د بېنوا ويبپاڼي همکار ( تهران )
د ايران د اسلامى جمهوريت د زاهدان راډيو پښتو خپرونه د اسلامى انقلاب د كاميابۍ د راتلونكې كليزې په درشل كښې په زاهدان ښار كښې د يو هنرى نندارتون اهتمام كوى . په دې اړه د هنر له ټولو خاوندانو نه غواړو چې په دې نندارتون كښې د ګډون لپاره خپل هنرى اثرونه كه هغه تحريرى وى، تصويري يا د يو هنري څيز په شكل كښې وي د سلواغې د مياشتې تر لومړۍ نېټې ( دجنورۍ تر 20 نيټې پورې د خپلوځانګړنيو سره مونږ ته راولېږي .
له پښتنو شاعرانو هيله
د ايران د اسلامى جمهوريت د زاهدان رېډيو پښتو خپرونه په دې نزديو كښې د پښتو شاعرانو په كلامونو مشتمل يوه شعرى مجموعه خپروي په وركړې شويو موضوع ګانو باندې خپل كلامونه راوليږي چې د چاپېدونكي كتاب د ښكلا سبب وګرځي .
يادونه :
مينه وال کولاى شى له موضوع گانونه د خبريدلو لپاره په لاندي پتو اړيکي ټنګي کړي .
اړيکي ټينګولو لپاره:
زاهدان راډيو پښتو خپرونه مېدان ازادى د ايران اسلامى جمهوريت
زاهدان راډيو پښتو خپرونه پوسټ بكس 224 ايف 8 - اسلام اباد (پاكستان (
زاهدان راډيو پښتو خپرونه پوسټ بكس 41 كابل (افغانستان (
فكس او ټيلفون :00985413222070
برېښناليك: pushto-stb@irib.ir
",د زاهدان راډىو پښتو. .
1243,,"
",
1244,,"
",
1245,,"
په افغانستان کښي د امرېکا تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونو ويلي دي چې په دې هيواد کښي يې پر غليمو ډلو د فشار زياتولو لپاره پراخ جګړه ايزه عمليات پيل کړي دي.
د دغوځواکونو وياند جګړن مارک مکېن نن په يو خبري کانفرانس کښي وويل چې د دغو عملياتو موخه هغو طالبانو چې غواړي عادي ژوند ته راوګرځي ، د راتک د ښو شرايطوبرابر ول او په راتلونکي پسرلي کښي دپارلمانې ټاکنو د امنيت تامينول دي.
نوموړي وويل چې د دغه عملاتو په ترڅ کښي د طالبانو په واکمنۍ کښي د کندهار د پخواني والي ملا محمد حسن رحماني ورور محمد عيسي هم نيول شوي دي. خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي. ",ايتلافي ځواکونو په افغانستان کښي د چټکې آزادۍ عمليات پيل کړي
1246,,"
(کابل): د افغانستان د بشرد حقوقو خپلواکه کمېسيون دافغان دولت څخه غوښتي دي چې په هيواد کښي د بشر د حقوقود ساتنې لپاره کلکه پاملرنه وکړي.
دا غوښتنه د کميسيون مشري سيما سمر نن په کابل کښي د بشر د حقوقو دنړيوالې اعلاميې د پنځه پنځوسمې کلېزې په مناسبت جوړي شوي غونډې ته په ويناکښي کړي ده.
غونډي ته وويل شول چې راتلونکې درې کاله دې په افغانستان کښي د بشر د حقوقو د ښوونې کالونه اعلان شي. ",دافغان دولت څخه د بشر د حقوقو د ساتنې په هکله غوښتنه
1247,,"
",
1248,,"
",
1249,,"
",
1250,,"
",
1251,,"
لحده نيسه يې کرار په غيږ کې . يوزهره چاودى او خوږمن درسپارو
چې يي زخمونه دي دستورو په څېر . دکهکشان غوندي بدن درسپارو
اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد پرون د افغانستان پر وخت د ورځي پر يوه بجه د زړه دناروغۍ له کبله له دې نړۍ د تل لپاره سترګي پټي کړې .
داکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد په مړينه په هيواد کښي دننه اوبهر ټوله نړۍ کښي افغانانو اوښکي توی کړې ، او د فاضل استاد مړينه يې د ټول افغانستان او ټولو پښتنو لپاره يوه ستره ضايعه وبلله .
نن په کابل کي د استاد د وروستۍ مخه ښې په نيت يو لړ رسمي مراسم پر ځای شوه . چي ورته د هيواد له ليرو پرتو سيمو او ولايتونو څخه بې شمېره د استاد مينه والو ګډو کړی وو .
همدا ډول په کندهار کښي هم د ټولو کلتوري ، فرهنګي ، اوادبي ټولنو مشران ، غړي ، د خپرونو کارکوونکي او له يو شمېر نورو سيمو څخه راستانه شوي فرهنګيان اوفرهنګپال سبا ورځي ته د استاد د جنازې د لمانځه او دفن کولو د مراسمو لپاره کندهار ته رسيدلي او يو شمير به يې شپې ، او سبا ته رسيږي .
د په کابل کښي د استاد د وروستۍ ورځي لنډ مالومات په ليک او انځورونو کښي تاسو ته وړاندي کوو .
د بېنوا خپرنيزه څانګه د ګران صالح څخه د عکسونو پر وخت د راليږلو يوه نړۍ مننه کوي ",٢ ډسمبر ٢٠٠٤ په کابل کښي د ارواښاد علامه رشاد پاي روح ته ددعا ورځ وه
1252,,"
",
1253,,"
",
1254,,"
",
1255,,"
",
1256,,"
",
1257,,"
",
1258,,"
",
1259,,"
",
1260,,"
",
1261,سور غر توخى,"
په کندهار کي د ارواښاد علامه رشاد د جنازي او هديري لپاره نن هم د پرون په څير په کندهارښار کي د ارواښاد د علامه رشاد صاحب د جنازي د رارسيدو لپاره ليکوالو او فرهنگيانو په مراسمو بوخت دي دلاښه ترتيب او تنظيم لپاره يي مشورتي غونډي او ناستي درلودي داپروگرامونه چي د ورځي په اوږدو کي يي په پرله پسي توگه دوام درلود د لوي کندهار ټولو فرهنگيانو او مخورو څيرو گډون درلود.
همدا ډول په کندهار پوهنتون کي محصليونو په داسي حال کي چي د نورو فرهنگيانو او خلگو غوندي له خبرو څخه د غمونو لمبي پورته کيدلي هم يي د ترتيباتو لپاره غونډي درولودي .
نن د کندهار پوهنتون زده کوونکو او فرهنگيان په يوه شي ډير ډاډه ښکاريدل چي د ځينو خلکو له مخالفت سره سره ددوي غوښتنه ونه منل شوه او د علامه رشاد صاحب د ښخيدو لپاره په کندهار پوهنتون کي ډيره ښه وړ ځاي په نښه شو.
همدا رنگه د کندهار فرهنگيانو له خوا د نورو ترتيباتو تر څنگ يې په کندهار ښار کي د ارواښاد علامه ته ددعا او ستايني شعارونه ځوړند شول. همدا رنگه ټول ښار يي د ددي ستر انسان په ښکلو انځورونو سره ښکلي کړ.
همدا اوس_اوس هم ځوانان په ډيره مينه هوډ لري چي تر سهاره خپلي دغه هلي ځلي وغځوي.
ورسره په څنگ کي يي د بري په نامه خپلواکه خپرونه د ارواښاد د ژوند ليک ،علمي کارونو،اثارو،پيغامونو او شعرونو ته ځانگړي شوه چي ممکن تر سبا ورځي د هديري تر مهاله يي په لوړ تيراژ په لسو مخونو کي له چاپه راوباسي.
پاته دي نه وي چي نن کندهار ته د ارواښاد د جنازي په مراسمو کي د گډون کولو لپاره له کوټي ښار او شا وخوا سيمو کابل ولايت او ځينو نورو ولايتونو او سيمو څخه گڼ شمير ميلمانه راورسيدل او ددوي به تر سهاره د چارو د لاښه تنظيم او نورو اړونده مسايلو په اړه تر سهار سره ږغيږي.
سبا ورځ به د ارواښادعلامه صاحب جنازي له گڼ شمير ليکوالو، دولتي چارواکو او نورو خواخوږو سره يو ځاي له کابله کندهار ته راورسيږي. په عيدګاه کې به يې د جنازي لمونځ ادا شي او بيا به په خوار درنښت خاورو ته چې پوهنتون ته به مخامخ پر نسبتا لوړه تپه چې دکندهار ښار به يې ټوله په لمنه کې پروت وي ښخ کړل شي .
ان شاالله ", په کندهار کې دعلامه رشاد دسترې غميزې دوهمه ورځ .
1262,,"
",
1263,,"
",
1264,,"
",
1265,,"
",
1266,,"
",
1267,,"
",
1268,,"
ډاکټر طارق رشاد د علامه پوهاند رشاد صاحب زوی نن په کابل کښي په هغو مراسمو کښي برخه درلوده کومو ته چي په زرګونو د ارواښاد علامه رشاد صاحب مينه وال د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه د ارواښاد سره د وروستيو ليدو کاتو په مقصد راغلي وو .
ښاغلي ډاکټر طارق رشاد نوموړو مراسمو وروسته د بېنوا ويبپاڼي سره ټيلفوني خبري وکړې ، چي ستاسو پام ورته را اړوو .
د ږغ اوريدلولپاره دلته کليک وکړئ .
",ښاغلی ډاکټر رشاد د ارواښاد علامه رشاد صاحب د مړني د دوهمي ورځي څرګندوني
1269,,"
",
1270,,"
د ارواښاد علامه رشاد صاحب د جنازې د نقلولو لپاره د هغه د کورنۍ غړي ، په سلګونو تنه فرهنګيان ، فرهنګپال ، او يوشمير له ليري سيمو څخه راغلي دراواښاد استاد علامه رشاد مينه وال د کابل د څلور سوه بستريز روغتون مخي ته راټول شوي دي . او په څو شېبو کښي به د يوه غټ کاروان په بدرګه د بې شمېره ولس په ملګرتيا د کندهار پر لور روانيږي . د کندهار کابل په لويه لاره کښي د پرتو سيمو اوسيدونکي ټول دارواښاد علامه رشاد لار څاري ، تر څو وروستۍ ليدنه کتنه ورسره وکړي . په کندهار کښي فرهنګي ټولنو د ارواښاد د مړيني دخبر په اوريدلو سره وخت په وخت غونډي کړي دي ، همدا اوس هم چي لا د جمعې د ورځي سهار نه دی پيل شوی د کندهار په لارو او کوڅوکښي د سيمي د فرهنګي ټولنو غړي او کارکوونکي د ارواښاد علامه رشاد صاحب انځورونه ، او دهغه په ياد جوړ شوي بيرغونه ځوړندوي .
په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني مرستيال ښاغلي جبار ترنګ د بي بي سي راډيو سره په خبرو کښي د کندهار د نن ورځي په اړه داسي مالومات وړاندي کړل .
د جبار ترنګ په ږغ کښي وروستۍ څرګندوني ",د فاضل استادعلامه رشادجنازه څو ساعته وروسته په کندهار پوهنتون کښي خاوروته سپارل کيږي
1271,,"
",
1272,حبيب الله غمخور _ مالمو سويډن,"
دارواښاد اکاډيميسن پوهانداستاد رشاد ياد دي آبدي وي !
حبيب الله غمخور _ مالمو سويډن
۲.۱۲،۲۰۰۴
پرون دافغانستان د آدبياتو ،هنر اوتاريخ ځلانده ستوري علامه پوهاند اکاډميسين عبدالشکور « رشاد »له پانی دنيانه دآبد لپاره سترگی پټی کړي .ياد دي آبدي وي . دپښتو ژبي لوي آدب پوه ،پر هيواد مين، ډموکرات سياستوال او سر غندوی استادعلامه« رشاد » پدغو سترگو پټولو سره دافغاني آدب نړۍ ټوله تاريکه کړه. نه تنها پښتو دانصاف له مخی دري هم يتيمه شوه، اوددغه فرهنگي ناورين سايه زموږ د هيواد پر فرهنگي او آدبی نړۍ وغوړيده، دډير وخت لپاره زموږ په غمځپلي هيواد کی بياداسي چړې نشۍ پيداکيداي .
پياوړې علامه استاد پوهاند« رشاد»دخپل عمر په 83 کلونو اوټول ټا ل څو نيم گړو ورځوپه ګډون 61 کاله دگران هيوادځوان نسل پداسی روحيه روزلۍ چي دهر څنه لمړۍ بايد : تل پاتۍ افغان ،بيا ويښ ځلمۍ ، دنړۍ دکاروان نه بايد شاته پاته نشي،په علم او پوهه کی غلام نسی، که ئی دجگړي په ډگر کی گټلی په سياست کی بايلل ورته پيغوروې، که پښتو ا ويا دري ژبۍ وۍ دفارس نوکر نشی، که ځوان دۍ پخوانۍ گوډاگۍنشې، که افغان دۍ په آدب، کلتور، فرهنگ،ټولنيزو اړيکو هيواد پيژندني او انسان ته په درناوی ،غيرت، پاک لمنۍ کي پاته رانشي،که انسان دۍ انسا نيت ،بشري عاطفي ، انسان دوستی ا و نوع پرستي هيره نکړي، تر ټولو وړاندي که پيغله ،ښځه او يا مقدسه مور ده دماشوم په روزنه او وطندوستۍ ته په صداقت کی تر نوروپاته رانشی .اوکه ماشوم يا زڼکۍ وې مور ،پلار ،مشرانو ،گاونډيانو ،هيوادوالو پکل کی انسان ته په درناوي او چوپړ کی شاته نه وي.
دگران ا ستادعلامه پوهاند رشاد ملي اسلامی او وطنی چوپړ په همدغو نيمگړو يادونو کی په لنډه توگه کيداي شې.
ستر استاد علامه پوهاند «رشاد» دخپل لنډ ژوندپه اوږدوکی هغه څه سرته ورسول چی ډيرو دهغه دسرته رسيدو په هکله تصورنه ا وهو دیی « خوب او خيال» باله. لوي استاد علا مه پوهاند« رشاد» د «94»نه زيات علمی ،آدبي،فرهنگي اوتايخی اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد په ډيرو ستو نزمنواود ناخوالونه ډکو شرايطو کی چی ورته ځينی« ددموکراسۍ لسيزه،دځان غوښتنې واکدارې ، جهادی او داسلامی عمارت ټول واکې،اوراوروسته دآيتلاف(موقته ا وعبوري اداره) وایی»، دسپين کاغذپر مخ دهيوادراتلونکې نسل ته په ميراث پريښوده،هغه نسل ته چه ځوان«عبدالشکور رشاد» آن دځوانۍپه مستو شيبو کی دهغوي دا نسانی او روا حقوقو څخه دملاتړاو دفاع په منظور هر څه پر ځان گا للي، ولی هميشه یی پر دي ټينگار کاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلوکې جوړوی ، او دا دافغان هيواد «بنايان» (جوړوونکي) دي دوي بايد داسی وروزل شي تر څووکولای شی دهيواد د بيارغاوني لپاره ميرويس نيکه او لوي احمدشاه غوندی دافغان ولس دچوپړ جوگه شی.
دگران استاد په اند نه بايايد افغانان هميشه دمهربانو همسايه گانو ځيره خوراو خيرات خور وي، يادعربي شيخانو لورونې ته منتظراو سترگی پلار وي .
علامه استاد« رشاد » دداسي اندونو سره کوم چی پايله یی په يو ه او بل نامه «غلامي، قومي بي اتفاقی،ژبني ، مذهبی،ا و منطقوی اختلاف،دملي غرور تر پښولاندی کونه، او افغان اولس دهرپردي کس او نا کس تر واک لاندي راوستل وی سخت ملی غبر گون ښودلۍ دۍ.که دويښو ځلمو نهظت دکاغذ پرمخ او ډيرو چيغو وهلو پر بنسټ ډير پخوامنحل شوۍ ؤ خو په حقيقت کی استاد «رشاد» غوندي څو گوتي په شمار ژونديو ويښو زلميو دا بير غ تر هر اوسني سياتوال اوچت ساتلۍ دۍ. خير که دوي پارکوته نه وتلی،او لوی لاريونونه ییندي جوړکړي خو دوی پخپلو جونگړو کی افغان شاه زلموته «دمور وطن او سر تر وطن جار» درسونه ورکړيدی .
زما غوڅ او پر ځاي وړانديز دادۍ که دلوي استاد مقبره دکندهار د پوهنتون په انگړ کي جوږيږي ،همدا پو هنتون دی د « په کندهارکي درشاد پوهنتون » په نا مه ونومول شي.همداشان مي د افغانستان ولس مشر ښاغلي حامدي کرزي ته ديو افغان په توگه وړانديز دادۍ چی دکابل په ښار کی هم يو له علمی يا فرهنگي مرکز داستاد رشاد په نامه ونومول شي .فکر کوم هيڅ افغان په سياسی اصطلاح پښتون،تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، چهارايماق، بلوڅ،نورستاني،هندو اونورقومونه به پدي ف خفه نشي که دکابل په ښار کی يوه ځانگړي علمي مؤسسه داستاد «رشاد» په نامه ونومول شی.
دنړۍ په ټولو هيوادونو کښي واټنونه ،ميدانونه او علمي مؤسسی داستاد «رشاد» پشان کسانو او علمانو په نامه ياديږی.
",له سويډن څخه د حبيب الله غمخور ليکنه او وړانديز
1273,,"
",
1274,محمد عاشق غريب فرانکفورت جرمني,"
محمد عاشق غريب فرانکفورت جرمني
دلوی رشاد په وير کي د غريب ويرنه
آه کندهاره
لـــــويه کنــــدهاره نن دي بيا څــــــــــوني ژړلـــــــــي دي
ګوتي د ي پري شوي که شملي دي نــــــــــړيدلــــي دي
مېنه د ننګونو يې ژړا سره بلــــــــــــــــــــــد نــــــــــــــــه وې
ځاردي غيرتي سترګي تڼاکــــــــــــــي يې چاودلي دي
لرو پښتنو ويل د ملالـــــــــــــــي روح راغلـــــــــــــــې وه
سري جنډې په قبر دايوب يې ښـــــــــــــــورولـــــــي دي
خاوري د ميوندپه پټه خوله ماتم نيـــــــــــــــــــولی دی
بيا يې له شهـــــــــــــــــــــــــــيدو زخمو ويني بهيدلي دي
څليو د ميرويس او احمد شا ته بيا ســــــــــــتايني دي
شناختي د لحد يې خدايږو چـــــــــــــا ور ټکـــــــولي دي
بيا ليلي ورغلې چي سخي ته ګريوان څــــــــيري کړي
غېږ کي خوبولي يې بيا چا راپاڅــــــــــــــــــــــــــــولي دي
ذکر او زګيرويو په خرقه کـــــــــي زور اخستی د ی
ګوری له ګونبدې هســــــــــک ته لپي راوتلــــــي دي
سا دي د مستـــــــــۍ د تاک له پښو نه نن وتلــــــــــي ده
وني د انارو دي له وينو خوټيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــدلي دي
څومره چي ويرجن يې بس نن وير درسره ښه ښکاري
نن مو چي تقدير د ستر (رشــــــــــاد) زني تړلـــــــــي دي
ستا پردېس بچيانو هم د وير ټغر خپــــــــــور کړی دی
زه هم له هغو چي ستا له غېږ نه يـــــــې شړلـــــــــــــي دي
ټنډي د ( غريب ) ته د کعبې په شان سپـــــــــېڅلی يې
څلي د تاريخ او شهــــــيدان دي زېږولــــــــــــــــــــــي دي
٢ _ ١٢ _ ٢٠٠٤ ",دلوی رشاد په وير کي د غريب ويرنه
1275,,"
",
1276,,"
",
1277,,"
",
1278,,"
",
1279,,"
",
1280,,"
",
1281,,"
",
1282,,"
",
1283,,"
",
1284,,"
",
1285,,"
",
1286,,"
",
1287,,"
",
1288,,"
",
1289,,"
",
1290,,"
",
1291,,"
",
1292,,"
",
1293,,"
",
1294,بېنوا خپرنيزه څانګه,"

1295,,"
",
1296,,"
",
1297,,"
",
1298,,"
",
1299,,"
",
1300,,"
",
1301,,"
",
1302,,"
",
1303,,"
",
1304,,"
",
1305,,"
",
1306,,"
",
1307,,"
",
1308,,"
",
1309,,"
",
1310,,"
",
1311,,"
د بېنوا ويبپاڼي خبريال سورغر توخي بېنوا ويبپاڼي ته په ټيلفوني خبرو کښي وويل :
نن د ارواښاد علامه رشاد د مړيني په څلورمه ورځ د کندهار دلايت د خرقې شريفي په جامع جومات کښي په زرګونو تنونرو او ښځو د ارواښاد فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد پاکي روح ته د لومړۍ ورځي لپاره د دعا اوفاتحې مراسم ترسره کړه .
دفاتحې مراسم دسهار د اتو بجو څخه بيا د ماځيګر تر څلورو بجو پوري په داسي حال کښي چي دهيواد د بېلابېلو ولايتونو اوولسواليو ، فرهنګي ټولنو، دولتي چارواکو او مامورينو ، دښوونځيو استادانو او شاګردانو ، دهيواد څخه بهر پاکستان او ايران څخه راغليو ليکوالو ، اديبانو، ژورناليستانو او د ارواښاد علامه رشاد صاحب د افکارو مينه والو څخه برسېره د اروښاد علامه رشادصاحب دوو زامنو ( چي نن يو له جاپان اوبل دامريکادمتحده ايالاتو څخه د کندهار ولايت ته رسيدلې وو ) ګډون کړی وو .
ټاکل شوې ده چي دفاتحې مراسم به سبا ته چي د ارواښادعلامه رشاد د مړيني پنځمه ورځ به وي هم د کندهار ولايت دخرقې شريفي په جامع جومات کښي تر سره شي .
دارواښاد علامه رشاد صاحب د پرون ( خاوروته دسپارلو دورځي ) او نن د فاتحې دمراسمو په اړه مو په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي عبدالاحمد محمديار سره مرکه کړېده .
يادونه : ",لوی کندهار د خپل نه هيريدونکي ماتم په څلورمه ورځ
1312,,"
په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمدمحمديار بېنوا خپرنيزي څانګي ته وويل چي :
سبا ته به د خوست په ولايت په جامع جومات کښي به د خوست فرهنګي ټولني له خوا د ارواښاد علامه رشاد د فاتحې مراسم په شاندراه ډول سره تر سره شي ، ټاکل شوې ده چي سبا ته به د خوست لايت ټولي فرهنګي خپروني د ارواښاد علامه رشاد لپاره ځانګړې شوي وي . او د خوست ولايت دولتي او ازادي راډيو ګاني به د فاتحې جريان ژوندی خپروي . په دې اړه نورو مالوماتو ته سترګي په لار يو . د رارسيدلو سره سم به يې درته خپاره کړو .
په کابل کښي ميشتي فرهنګي ټولني ، فرهنګپال او فرهنګيان هم دارواښاددفاتحې د مراسمو پر ځای کولو لپاره لاري چاري سنجوي .
",د خوست فرهنګي ټولنه به سبا ته دارواښاد علامه رشاد د فاتحې مراسم پر ځای کوي
1313,,"
",
1314,,"
",
1315,,"
",
1316,,"
",
1317,,"
",
1318,,"
",
1319,,"
",
1320,,"
((( موچي )))
د نور محمد تره کي د لنډو کيسو يوه ټولگه په مسکو کې چاپ شوې ده . دغه ټولگه چې د هغوى د يوې لنډې کيسې په نامۀ (( موچي )) نومول شوې په مسکو کې ځينو ادب دوستانو خپره کړې ده . د موچي په ټولگه کې د نور محمد تره کي ١٢ لنډې کيسې ځاى شوي دي چې يو سلو څو شپېته مخه لري . ويل کيږي چې د دۀ د واکمنۍ په وروستيو ورځو کې دغه کتاب په کابل کې چاپېدونکى و خو کله چې يې واکمني له لاسه ورکړه نو نوي حکومت يې د کتاب له چاپه هم لاس واخيست . نور محمد تره کي څو ناولونه هم کښلي دي .
",د تره کي د لنډو کيسو ټولگه خپره شوه
1321,,"
انالله وانا اليه راجعون
په اروپا کي د افغاني کلتوري او فرهنګي ټولنو د ګډي جرګې په نوښت او پرېکړه په اروپا کي دمېشت رون اندو ، ليکوالو ، شاعرانو ، سياست والو ، مخوروټولنيزوڅېرو او مېشتوټولو هيوادوالو له لوري دافغانستان د ستر ښوونکي ارواښاد علامه اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د مړيني په وير کي د ٢٠٠٤ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر دوولسمه نېټه يکشنبې د ورځي پر دوو بجو د المان د اتحادي جمهوريت د فرانکفورټ ښار په ( Orient Palace ) کي د دعا اويادوني پراخه غونډه جوړيږي .
په اروپا کي مېشت له ټولو هيوادوالو څخه په درنښت هيله کيږي چي دخدای بخښلي علامه پوهاند عبدالشکور رشاد ملکوتي روح ته ددعا او د ستر استاد علمي ، ملي او هيوادنيو هڅو ته د درناوي په نيت په دې غونډه کي برخه واخلي .
بېنوا ويبپاڼي د ښاغلي محمد عاشق غريب سره دغونډي په څرنګوالي په اړه مرکه کړې ده ، دلته يې واورئ .
",ضروري خبرتيا
1322,,"
کابل : د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د واليانو ، امنيه قومندانانو ، سيمه ييزو مخورو او ديني مشرانو په گډون يوه دوه ورځنۍ غونډه د پنجشنې په ورځ کابل کې جوړه کړي چې په ټول هيواد کې د نشه يي توکيو خلاف يوه گډه تگلاره رامنځ ته کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ايالاتو او برتانيا د نهه ميليونه ډالرو د مرستې د يوې پروژې په ترڅ کې په افغانستان کې د اپيمو د توليد لپاره د کوکنارو په کر بوختو بزگرانو ته د غنمو تخمونه او سره سپارل شوې ده .
د غنمو تخم په ختيځ ولايت ننگرهار کې بزگرانو ته ورکړل شوې ده ، همدا ولايت په افغانستان کې د گران بيه مخدره توکيو د توليد يوه مهمه سيمه ده .
ځايي پرمختيايي چارواکي يادونه کوي چې د غنمو د کر موسم تېر شوى دى او ډير بزگران لا هم نيت لري چې کوکنار وکري .
د ننگرهار والي حاجي دين محمد وويل مهمه دا ده له هغو بزگرانو سره چې کوکنار يې ويجاړ شوي مرسته وشي .",کرزى د نشه يي توکيو پر ضد يوه تگلاره غواړي
1323,,"
",
1324,,"
",
1325,,"
",
1326,,"
",
1327,,"
",
1328,,"
د بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي ځانګړې مننه",د بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي ځانګړې مننه
1329,,"
",
1330,,"
",
1331,,"
",
1332,,"
",
1333,,"
دهيواد دنوميالي شخصيت ارواښاد علي احمد خان پوپل د فاتحې مراسم نن د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټۀ تر سره کيږي .
بېنوا ويبپاڼي ته المان ميشتي فرهنګپال افغان ښاغلي محمد عاشق غريب د فاتحې د مراسمو له تالار څخه وويل چي تر فاتحې وروسته به د خدای بخښلي پوپل صاحب په ياد يوه غونډه هم جوړه شي ، او کيدای شي غونډه تر ماخستن پوري وځنډيږي .
هغو ښاغليو دوستانو ته چي غواړي په دې غونډه کي ګډؤن وکړی ، لاندی مخکنۍ خپره شوې خبرتيا د ټيلفون د نمرو سره بيا خپروو .
د ارواښاد علي احمد خان پوپل روح دي ښاده وي .
غلام احمد پوپل د ماليې د وزارت پخوانی معين ورور
انجنير خليل احمد پوپل ، بشير احمد پوپل زامن
محمد عثمان پوپل ، محمد عتيق شريف زومان
محمد نعيم پوپل ، توريالی پوپل د ورور زامن
غلام نبي زلمی بارک د خور زوی
انجنير محمد خالد پوپل لمسی
ضيا الله پوپل د اکا زوی
غلام عمر عسکر زوی د خور زوی
عزيزه پوپل ، پروين پوپل ، او ليلا پوپل لمسياني
د افغانستان د نوميالي سياست وال ښاغلي علي احمد پوپل د مړيني له کبله چي جنازه يې د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د دوی په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه ، د ښځو اونارينه وو فاتحه يې د رواني مياشتي٢٠٠٤ ډسمبر پنځمه نېټه يکشنبې په ورځ د ماپښين له يوې بجې څخه د مازديګر تر څلورو بجو پوري د المان د اسن په ښار کي د افغانانو د اسلامي ټولني په مسجد کي اخستل کيږي .
د مالوماتو لپاره لاندي ټيلفون شمېرو ته زنګ ووهئ :
0049-201- 33 59 21
0201- 20 01 35
0170- 411 74 23
0173- 277 12 40
",نن د المان دايسن په ښار کي د ارواښاد علي احمد خان پوپل دفاتحې مراسم او يوه غونډه تر سره کيږي
1334,,"
په کابل کښي ميشتې فرهنګي ټولنې ، فرهنګپالان او فرهنګيان هم دارواښاددفاتحې د مراسمود پر ځای کولو لپاره په تياريو لګيا دي .په دغه اړه د هغوي تر منځ مشورتي غونډي او ناستي ولاړي رواني دي او اټکل دي چې په ډيره ځانګړي بڼه به دغه مراسم سر ته رسول کيږي. اوس مهال د ارواښاد د کورنۍ غړي په کندهار کښي دي. اووروسته به کابل ته ځې چې د دغو ځانکړو مراسمو د سر ته رسولو ځاي او نيټه وټاکي. ",په کابل کښي ميشتې فرهنګي ټولنې د ارواښادفاضل استاد علامه رشاد د فاتحې مراسمو ته تيارې کوي
1335,,"
نن په هلمند کښي د بست د کلتوري ټولنې له خوا د ارواښاد علامه رشاد صاحب د فاتحې مراسم تر سره شول چې په هغو کښي د هلمند ولايت او نورو نږدو سيمو په زرګونو روڼ اندو ، ليکوالو، شاعرانو ، سپينږيرو،قومي مشرانو، ځوانانو، ديني عالمانو، حکومتي چارواکواو د ارواښاد نورو مينه والو ګډون کړي و.
د تخنيکي ستونزو له کبله مو ونه شوای کولای د هلمند ولايت څخه ددې خبر نور جزيات او انځورونه خپاره کړو ، د بېنوا ويبپاڼي دکندهار همکار هڅه کوي په دې اړه نور مالومات راغونډ او تاسودرنو لوستونکو ته يې وړاندي کړي .
",په هلمند کښي د بست کلتوري ټولنې له خوا دارواښاد لوي استاد علامه رشاد فاتحه واخيستل شوه
1336,,"
",
1337,,"
",
1338,,"
په سويډن کي دلوی استاد پوهاند عبدلشکور رشاد فاتحه واخيستل شوه
د افغاني کلتوري ټولني له خوا د ډيسمبر دمياشتي پر (٥) نيټه دماپښين پر يوه بجه دخدای بخښلي لوی او فاضل استاد پوهاند اکاډيمسن عبدالشکور رشاد فاتحه دسويډن د مالمو په ښار کي دهغو سلګونو په هيواد مينو او په ځانګړې توګه دلوی استاد مرحوم (رشاد) دعلم، ادب او پوهی مينه والو افغانانو په ګډون سره دافغاني کلتوري ټولني په ټولنځۍ کي تر سره شوه . په فاتحه کي ټولو ګډون کوونکو په وار وار دلوی استاد روح ته دعا وي وکړې . وروسته له هغه د افغاني کلتوري ټولني مرستيال سليم (عزيزي) چي يو دلوی استاد له شاګردانو څخه دی دخدای بخښلي استاد لنډه پېژندنه او د هغه په علمی ، ادبي ، هنري او سياسي ژوند باندي رڼا واچول . (روح يې شاد او دفردوس جنت يې ابدي مېنه)افغاني کلتوري ټولنهمالمو - سويډن
",په سويډن کي دلوی استاد پوهاند عبدلشکور رشاد فاتحه واخيستل شوه
1339,عبدالله احسان,"
عبدالله احسان _ ايسن (جرمني )
دارواښاد پروفيسر علي احمدپوپل فاتحه ، او ياد غونډه
http://www.aliahmadpopal.com
نن د يکشنبې ورځ د ٢٠٠٤ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټه چي د ١٣٨٣ ل کال د لېندۍ د مياشتي ١٥مي نېټې سره سمون لري ، د جرمني د ايسن په ښار کښي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل فاتحه د هغه د کورنۍ دغړو او دوستانو له خوا واخستل شوه ، او تر هغه وروسته په نوموړي ښار کي د نوموړي په ياد غونډه جوړه شوې وه .
د فاتحې مراسم د جرمني د ايسن دښار په جامع جومات کښي د ماپښين ديوې بجې څخه تر څلورو بجو پوري په داسي حال کي چي په زيات شمير سره دالمان اوسيدونکو افغانانو ، داروښاد دکورنۍ غړو او دوستانو ، المان مېشت فرهنګپالو اوفرهنګيانو ، يو شمېر د ښوونځيو پخوانيو استادانو ، او د فرهنګي ټولنو او خپرونو مشرانو ، او استازو ګډون کړی وو تر سره شوه .
ورپسې يو شمېر هغه کسان چي په فاتحه کښي يې ګډون کړی وو ، او يو شمير نور چي وروسته له ځيني لېرو پرتو سيمو رارسيدلي وو ، په ګډه د ايسن ښار سهيل خواته د ( له پالاس ) نومي تالار د ماځيګر پنځو بجو ته ورسيدل . او هلته د ور رسيدو سره سم د ډوډۍ خوړلو لپاره تياری نيول شوی و .
ماښام شپږنيمي بجې د قرآن عظيم الشان ختم وشو ، او خاتمه وويل شوه ، همدا راز يو ځل بيا د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح ته دعا وشوه .
د ماښام نږدې اووه بجې وې چي ښاغلي ډاکټر علي احمد ( عمر ) د ارواښاد پوپل صاحب او د هغه ملي او فرهنګي خدمتونو او د نوموړي د ژوند او رسمي دندو په اړه څو لنډي خبري وکړې او وروسته يې غونډه تر پايه پر مخ بوتله .
تر دې وروسته ښاغلي سرور رونا ( دعقاب آريانا مجلې مسوول مدير ) ته بلنه ورکړه شوه . نوموړي د ارواښاد علي احمد خان پوپل په اړه خپله مقاله ولوستل ، چي په هغه کي يې داروښا د پوپل صاحب د ژوند پر ځينو برخو او دده سره يې پر اړيکو ، او د هيواد لپاره د هغه پر همدردۍ خبري شوي وې .
همدا راز د غونډي چلوونکي ښاغلي علي احمد ( عمر ) د امريکې د متحده ايالتونو څخه د (( ايينه افغانستان )) مجلې د مسوول مدير ډاکټر سيد خليل احمد هاشميان راغلی پيغام ولوست .
وروسته بيا هم د امريکې دمتحده ايالتونو څخه راغلی د ښاغلي مير عبدالرحيم عزيز د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل د يوه شاګرد ښاغلي جمعه ګل حبيب له خوا ولوستل شو .
تر دې وروسته ښاغلي محمدعاشق غريب په اروپاکي د افغاني کلتوري اوفرهنګي ټولنو د ګډې جرګې پيغام اوپه جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودې ټولني پيغام ولوست .
دغونډي په وروستيو شېبو کښي د ګوربت فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي محمد آصف وردګ د ارواښاد علي احمد خان پوپل او دهغه په وينا د ارواښاد د ژوند پر څو مهمو برخو وږغېد .
د غونډي په پای کښي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان زوی ښاغلي خليل پوپل له ټولو راغليو ښاغليو اواغليو څخه مننه وکړه ، او غونډه د ماخستن پر اته بجې پای ته ورسيده .
دارواښاد پروفيسر علي احمد خان فاتحه ، او ياد غونډه
په انځورونو کي
د قرآن عظيم الشان تلاوت او خاتمه
د غونډي برخه وال چي د قرآن عظيم الشان تلاوت اوري
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
ښاغلي ډاکټر علي احمد ( عمر ) غونډي ته لنډه پرانستونکې وينا کوي
ښاغلی سرور رونا د عقاب افغانستان مجلې مسوول مدير او چلوونکی خپله مقاله لولي
د غونډي برخه وال
ښاغلی جمعه ګل حبيب د خپل استاد اروښاد ( پوپل ) صاحب په ياد خبري کوي
ښاغلی غريب په اروپا کي د افغانستان دکلتوري ټولنو د ګډي جرګې پيغام لولي
د ګوربت فرهنګي ټولني مشر ښاغلی محمد آصف وردګ د اروښاد په ياد خبري کوي
د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل زوی ( خليل پوپل ) له برخه والو مننه کوي
",د المان د ايسن په ښار کي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل فاتحه واخستل شوه
1340,,"
",
1341,,"
",
1342,,"
",
1343,,"
",
1344,,"
",
1345,,"
",
1346,نصرت الله الهام,"
غزل
زما رېبار مې دلالي خوي لري
اوکه خزان د پسرلي خوي لري
زمونږ حاکم زمونږ دغروسړی دی
خوچې داولې دپردي خوي لري
داچې ماتېږي دومره زر درځېنې
دا ستا منګی مې د زړګی خوي لري
اشنا زه دا يو اتفاق وګڼه
ګلونه کله د اغزې خوي لري
دلته ګودر کې جينکۍ هم وا يي
دغه الهام دلېوني خوی لري
",غزل
1347,,"
",
1348,,"
",
1349,,"
",
1350,,"
",
1351,,"
",
1352,,"
",
1353,,"
لحده نيسه يې کرار په غيږ کې . يوزهره چاودى او خوږمن درسپارو
چې يي زخمونه دي دستورو په څېر . دکهکشان غوندي بدن درسپارو
اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد پرون د افغانستان پر وخت د ورځي پر يوه بجه د زړه دناروغۍ له کبله له دې نړۍ د تل لپاره سترګي پټي کړې .
داکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد په مړينه په هيواد کښي دننه اوبهر ټوله نړۍ کښي افغانانو اوښکي توی کړې ، او د فاضل استاد مړينه يې د ټول افغانستان او ټولو پښتنو لپاره يوه ستره ضايعه وبلله .
نن په کابل کي د استاد د وروستۍ مخه ښې په نيت يو لړ رسمي مراسم پر ځای شوه . چي ورته د هيواد له ليرو پرتو سيمو او ولايتونو څخه بې شمېره د استاد مينه والو ګډو کړی وو .
همدا ډول په کندهار کښي هم د ټولو کلتوري ، فرهنګي ، اوادبي ټولنو مشران ، غړي ، د خپرونو کارکوونکي او له يو شمېر نورو سيمو څخه راستانه شوي فرهنګيان اوفرهنګپال سبا ورځي ته د استاد د جنازې د لمانځه او دفن کولو د مراسمو لپاره کندهار ته رسيدلي او يو شمير به يې شپې ، او سبا ته رسيږي .
د په کابل کښي د استاد د وروستۍ ورځي لنډ مالومات په ليک او انځورونو کښي تاسو ته وړاندي کوو .
د بېنوا خپرنيزه څانګه د ګران صالح څخه د عکسونو پر وخت د راليږلو يوه نړۍ مننه کوي ",٢ ډسمبر ٢٠٠٤ په کابل کښي د ارواښاد علامه رشاد پاي روح ته ددعا ورځ وه
1354,,"
",
1355,,"
",
1356,,"
",
1357,,"
",
1358,,"
",
1359,,"
",
1360,,"
",
1361,,"
",
1362,,"
",
1363,سور غر توخى,"
په کندهار کي د ارواښاد علامه رشاد د جنازي او هديري لپاره نن هم د پرون په څير په کندهارښار کي د ارواښاد د علامه رشاد صاحب د جنازي د رارسيدو لپاره ليکوالو او فرهنگيانو په مراسمو بوخت دي دلاښه ترتيب او تنظيم لپاره يي مشورتي غونډي او ناستي درلودي داپروگرامونه چي د ورځي په اوږدو کي يي په پرله پسي توگه دوام درلود د لوي کندهار ټولو فرهنگيانو او مخورو څيرو گډون درلود.
همدا ډول په کندهار پوهنتون کي محصليونو په داسي حال کي چي د نورو فرهنگيانو او خلگو غوندي له خبرو څخه د غمونو لمبي پورته کيدلي هم يي د ترتيباتو لپاره غونډي درولودي .
نن د کندهار پوهنتون زده کوونکو او فرهنگيان په يوه شي ډير ډاډه ښکاريدل چي د ځينو خلکو له مخالفت سره سره ددوي غوښتنه ونه منل شوه او د علامه رشاد صاحب د ښخيدو لپاره په کندهار پوهنتون کي ډيره ښه وړ ځاي په نښه شو.
همدا رنگه د کندهار فرهنگيانو له خوا د نورو ترتيباتو تر څنگ يې په کندهار ښار کي د ارواښاد علامه ته ددعا او ستايني شعارونه ځوړند شول. همدا رنگه ټول ښار يي د ددي ستر انسان په ښکلو انځورونو سره ښکلي کړ.
همدا اوس_اوس هم ځوانان په ډيره مينه هوډ لري چي تر سهاره خپلي دغه هلي ځلي وغځوي.
ورسره په څنگ کي يي د بري په نامه خپلواکه خپرونه د ارواښاد د ژوند ليک ،علمي کارونو،اثارو،پيغامونو او شعرونو ته ځانگړي شوه چي ممکن تر سبا ورځي د هديري تر مهاله يي په لوړ تيراژ په لسو مخونو کي له چاپه راوباسي.
پاته دي نه وي چي نن کندهار ته د ارواښاد د جنازي په مراسمو کي د گډون کولو لپاره له کوټي ښار او شا وخوا سيمو کابل ولايت او ځينو نورو ولايتونو او سيمو څخه گڼ شمير ميلمانه راورسيدل او ددوي به تر سهاره د چارو د لاښه تنظيم او نورو اړونده مسايلو په اړه تر سهار سره ږغيږي.
سبا ورځ به د ارواښادعلامه صاحب جنازي له گڼ شمير ليکوالو، دولتي چارواکو او نورو خواخوږو سره يو ځاي له کابله کندهار ته راورسيږي. په عيدګاه کې به يې د جنازي لمونځ ادا شي او بيا به په خوار درنښت خاورو ته چې پوهنتون ته به مخامخ پر نسبتا لوړه تپه چې دکندهار ښار به يې ټوله په لمنه کې پروت وي ښخ کړل شي .
ان شاالله ", په کندهار کې دعلامه رشاد دسترې غميزې دوهمه ورځ .
1364,,"
",
1365,,"
",
1366,,"
",
1367,,"
",
1368,,"
",
1369,,"
",
1370,,"
ډاکټر طارق رشاد د علامه پوهاند رشاد صاحب زوی نن په کابل کښي په هغو مراسمو کښي برخه درلوده کومو ته چي په زرګونو د ارواښاد علامه رشاد صاحب مينه وال د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه د ارواښاد سره د وروستيو ليدو کاتو په مقصد راغلي وو .
ښاغلي ډاکټر طارق رشاد نوموړو مراسمو وروسته د بېنوا ويبپاڼي سره ټيلفوني خبري وکړې ، چي ستاسو پام ورته را اړوو .
د ږغ اوريدلولپاره دلته کليک وکړئ .
",ښاغلی ډاکټر رشاد د ارواښاد علامه رشاد صاحب د مړني د دوهمي ورځي څرګندوني
1371,,"
",
1372,,"
د ارواښاد علامه رشاد صاحب د جنازې د نقلولو لپاره د هغه د کورنۍ غړي ، په سلګونو تنه فرهنګيان ، فرهنګپال ، او يوشمير له ليري سيمو څخه راغلي دراواښاد استاد علامه رشاد مينه وال د کابل د څلور سوه بستريز روغتون مخي ته راټول شوي دي . او په څو شېبو کښي به د يوه غټ کاروان په بدرګه د بې شمېره ولس په ملګرتيا د کندهار پر لور روانيږي . د کندهار کابل په لويه لاره کښي د پرتو سيمو اوسيدونکي ټول دارواښاد علامه رشاد لار څاري ، تر څو وروستۍ ليدنه کتنه ورسره وکړي . په کندهار کښي فرهنګي ټولنو د ارواښاد د مړيني دخبر په اوريدلو سره وخت په وخت غونډي کړي دي ، همدا اوس هم چي لا د جمعې د ورځي سهار نه دی پيل شوی د کندهار په لارو او کوڅوکښي د سيمي د فرهنګي ټولنو غړي او کارکوونکي د ارواښاد علامه رشاد صاحب انځورونه ، او دهغه په ياد جوړ شوي بيرغونه ځوړندوي .
په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني مرستيال ښاغلي جبار ترنګ د بي بي سي راډيو سره په خبرو کښي د کندهار د نن ورځي په اړه داسي مالومات وړاندي کړل .
د جبار ترنګ په ږغ کښي وروستۍ څرګندوني ",د فاضل استادعلامه رشادجنازه څو ساعته وروسته په کندهار پوهنتون کښي خاوروته سپارل کيږي
1373,,"
",
1374,حبيب الله غمخور _ مالمو سويډن,"
دارواښاد اکاډيميسن پوهانداستاد رشاد ياد دي آبدي وي !
حبيب الله غمخور _ مالمو سويډن
۲.۱۲،۲۰۰۴
پرون دافغانستان د آدبياتو ،هنر اوتاريخ ځلانده ستوري علامه پوهاند اکاډميسين عبدالشکور « رشاد »له پانی دنيانه دآبد لپاره سترگی پټی کړي .ياد دي آبدي وي . دپښتو ژبي لوي آدب پوه ،پر هيواد مين، ډموکرات سياستوال او سر غندوی استادعلامه« رشاد » پدغو سترگو پټولو سره دافغاني آدب نړۍ ټوله تاريکه کړه. نه تنها پښتو دانصاف له مخی دري هم يتيمه شوه، اوددغه فرهنگي ناورين سايه زموږ د هيواد پر فرهنگي او آدبی نړۍ وغوړيده، دډير وخت لپاره زموږ په غمځپلي هيواد کی بياداسي چړې نشۍ پيداکيداي .
پياوړې علامه استاد پوهاند« رشاد»دخپل عمر په 83 کلونو اوټول ټا ل څو نيم گړو ورځوپه ګډون 61 کاله دگران هيوادځوان نسل پداسی روحيه روزلۍ چي دهر څنه لمړۍ بايد : تل پاتۍ افغان ،بيا ويښ ځلمۍ ، دنړۍ دکاروان نه بايد شاته پاته نشي،په علم او پوهه کی غلام نسی، که ئی دجگړي په ډگر کی گټلی په سياست کی بايلل ورته پيغوروې، که پښتو ا ويا دري ژبۍ وۍ دفارس نوکر نشی، که ځوان دۍ پخوانۍ گوډاگۍنشې، که افغان دۍ په آدب، کلتور، فرهنگ،ټولنيزو اړيکو هيواد پيژندني او انسان ته په درناوی ،غيرت، پاک لمنۍ کي پاته رانشي،که انسان دۍ انسا نيت ،بشري عاطفي ، انسان دوستی ا و نوع پرستي هيره نکړي، تر ټولو وړاندي که پيغله ،ښځه او يا مقدسه مور ده دماشوم په روزنه او وطندوستۍ ته په صداقت کی تر نوروپاته رانشی .اوکه ماشوم يا زڼکۍ وې مور ،پلار ،مشرانو ،گاونډيانو ،هيوادوالو پکل کی انسان ته په درناوي او چوپړ کی شاته نه وي.
دگران ا ستادعلامه پوهاند رشاد ملي اسلامی او وطنی چوپړ په همدغو نيمگړو يادونو کی په لنډه توگه کيداي شې.
ستر استاد علامه پوهاند «رشاد» دخپل لنډ ژوندپه اوږدوکی هغه څه سرته ورسول چی ډيرو دهغه دسرته رسيدو په هکله تصورنه ا وهو دیی « خوب او خيال» باله. لوي استاد علا مه پوهاند« رشاد» د «94»نه زيات علمی ،آدبي،فرهنگي اوتايخی اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد په ډيرو ستو نزمنواود ناخوالونه ډکو شرايطو کی چی ورته ځينی« ددموکراسۍ لسيزه،دځان غوښتنې واکدارې ، جهادی او داسلامی عمارت ټول واکې،اوراوروسته دآيتلاف(موقته ا وعبوري اداره) وایی»، دسپين کاغذپر مخ دهيوادراتلونکې نسل ته په ميراث پريښوده،هغه نسل ته چه ځوان«عبدالشکور رشاد» آن دځوانۍپه مستو شيبو کی دهغوي دا نسانی او روا حقوقو څخه دملاتړاو دفاع په منظور هر څه پر ځان گا للي، ولی هميشه یی پر دي ټينگار کاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلوکې جوړوی ، او دا دافغان هيواد «بنايان» (جوړوونکي) دي دوي بايد داسی وروزل شي تر څووکولای شی دهيواد د بيارغاوني لپاره ميرويس نيکه او لوي احمدشاه غوندی دافغان ولس دچوپړ جوگه شی.
دگران استاد په اند نه بايايد افغانان هميشه دمهربانو همسايه گانو ځيره خوراو خيرات خور وي، يادعربي شيخانو لورونې ته منتظراو سترگی پلار وي .
علامه استاد« رشاد » دداسي اندونو سره کوم چی پايله یی په يو ه او بل نامه «غلامي، قومي بي اتفاقی،ژبني ، مذهبی،ا و منطقوی اختلاف،دملي غرور تر پښولاندی کونه، او افغان اولس دهرپردي کس او نا کس تر واک لاندي راوستل وی سخت ملی غبر گون ښودلۍ دۍ.که دويښو ځلمو نهظت دکاغذ پرمخ او ډيرو چيغو وهلو پر بنسټ ډير پخوامنحل شوۍ ؤ خو په حقيقت کی استاد «رشاد» غوندي څو گوتي په شمار ژونديو ويښو زلميو دا بير غ تر هر اوسني سياتوال اوچت ساتلۍ دۍ. خير که دوي پارکوته نه وتلی،او لوی لاريونونه ییندي جوړکړي خو دوی پخپلو جونگړو کی افغان شاه زلموته «دمور وطن او سر تر وطن جار» درسونه ورکړيدی .
زما غوڅ او پر ځاي وړانديز دادۍ که دلوي استاد مقبره دکندهار د پوهنتون په انگړ کي جوږيږي ،همدا پو هنتون دی د « په کندهارکي درشاد پوهنتون » په نا مه ونومول شي.همداشان مي د افغانستان ولس مشر ښاغلي حامدي کرزي ته ديو افغان په توگه وړانديز دادۍ چی دکابل په ښار کی هم يو له علمی يا فرهنگي مرکز داستاد رشاد په نامه ونومول شي .فکر کوم هيڅ افغان په سياسی اصطلاح پښتون،تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، چهارايماق، بلوڅ،نورستاني،هندو اونورقومونه به پدي ف خفه نشي که دکابل په ښار کی يوه ځانگړي علمي مؤسسه داستاد «رشاد» په نامه ونومول شی.
دنړۍ په ټولو هيوادونو کښي واټنونه ،ميدانونه او علمي مؤسسی داستاد «رشاد» پشان کسانو او علمانو په نامه ياديږی.
",له سويډن څخه د حبيب الله غمخور ليکنه او وړانديز
1375,,"
",
1376,محمد عاشق غريب فرانکفورت جرمني,"
محمد عاشق غريب فرانکفورت جرمني
دلوی رشاد په وير کي د غريب ويرنه
آه کندهاره
لـــــويه کنــــدهاره نن دي بيا څــــــــــوني ژړلـــــــــي دي
ګوتي د ي پري شوي که شملي دي نــــــــــړيدلــــي دي
مېنه د ننګونو يې ژړا سره بلــــــــــــــــــــــد نــــــــــــــــه وې
ځاردي غيرتي سترګي تڼاکــــــــــــــي يې چاودلي دي
لرو پښتنو ويل د ملالـــــــــــــــي روح راغلـــــــــــــــې وه
سري جنډې په قبر دايوب يې ښـــــــــــــــورولـــــــي دي
خاوري د ميوندپه پټه خوله ماتم نيـــــــــــــــــــولی دی
بيا يې له شهـــــــــــــــــــــــــــيدو زخمو ويني بهيدلي دي
څليو د ميرويس او احمد شا ته بيا ســــــــــــتايني دي
شناختي د لحد يې خدايږو چـــــــــــــا ور ټکـــــــولي دي
بيا ليلي ورغلې چي سخي ته ګريوان څــــــــيري کړي
غېږ کي خوبولي يې بيا چا راپاڅــــــــــــــــــــــــــــولي دي
ذکر او زګيرويو په خرقه کـــــــــي زور اخستی د ی
ګوری له ګونبدې هســــــــــک ته لپي راوتلــــــي دي
سا دي د مستـــــــــۍ د تاک له پښو نه نن وتلــــــــــي ده
وني د انارو دي له وينو خوټيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــدلي دي
څومره چي ويرجن يې بس نن وير درسره ښه ښکاري
نن مو چي تقدير د ستر (رشــــــــــاد) زني تړلـــــــــي دي
ستا پردېس بچيانو هم د وير ټغر خپــــــــــور کړی دی
زه هم له هغو چي ستا له غېږ نه يـــــــې شړلـــــــــــــي دي
ټنډي د ( غريب ) ته د کعبې په شان سپـــــــــېڅلی يې
څلي د تاريخ او شهــــــيدان دي زېږولــــــــــــــــــــــي دي
٢ _ ١٢ _ ٢٠٠٤ ",دلوی رشاد په وير کي د غريب ويرنه
1377,,"
",
1378,,"
",
1379,,"
",
1380,,"
",
1381,,"
",
1382,,"
",
1383,,"
",
1384,,"
",
1385,,"
",
1386,,"
",
1387,,"
",
1388,,"
",
1389,,"
",
1390,,"
",
1391,,"
",
1392,,"
",
1393,,"
",
1394,,"
",
1395,,"
",
1396,بېنوا خپرنيزه څانګه,"
د بي بي سي راډيوله خوا
د ارواښاد علامه رشاد صاحب په اړه ځانګړی راپور او بحث
د پېلوزي ځانګړی ادبي پروګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پرګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پروګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پروګرام
پېلوزی ادبي اوونيز پروګرام
د بي بي سي پښتو څانګې څخه په مننه :
پېلوزی اوونيز ادبي پروګرام له کلونو راهيسي هره دجمعې ورځ د بي بي سي له پښتو ماښامنۍ خپروني څخه خپريږي ، په هيواد کي دننه او بهر بې شمېره اوريدونکې او مينه وال لري .
څه موده مخکي نوموړی ادبي پروګرام له يوې جمعې نه تر بلي جمعې پوري د بي بي سي پښتو خپروني په پښتو ويبپاڼه کښي ساتل کيدی ، له څو مياشتو راهيسي د نا څرګندو ستونزو له کبله دا پروګرام د بي بي سي پښتو په ويبپاڼه کښي نه شي اوريدل کيدای ، اويوازي د راډيو له لاري خپريږي ، د بېنوا ويبپاڼي د زيات شمير لوستونکو په غوښتنه اوس د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه هڅي کوي تر څو هره اوونۍ د پېلوزي ادبي پروګرام په راډيو کي تر اوريدلو وروسته په بېنوا ويبپاڼه کښي وساتي .
اوريدلو ته يې تاسو رابولو .
دعبدالله احسان له خوا ساتل شوی راپور
حبيــــب الله کلکــــانی
۲۰/۲/۱۹۲۹
حبیب الله کلکانی معروف به بچه سقاء ، یکی از شخصیتهای تاریخی افغانستان است که تا کنون بخوبی شناخته نشده است. مورخان و واقعه نگاران هرکسی به هرگونه ای و به هر تعبیری درباره اش ابراز نظر کرده اند، برخی او را دزد، عده ای قهرمان و تعدادی هم او را یک عیار تمام خوانده اند. ما میخواهیم نظریات یکی از شخصیتهای مستقل اروپایی را در بارة کلکانی نفل نماییم. لودویک آدمک درباره ای حبیب الله چنین مینویسد: « حبیب الله از قوم تاجیک در ده کلکان در کوهدامن کابل در سال 1890 میلادی متولد گردید، در جوانی به کارهای جسمانی اشتغال داشت و در نزد یکی از ماموران دولتی باغبانی میکرد، در سال 1919 به قطعه ای عسکری جمال پاشای ترک در کابل پیوست، سه سال خدمت کرد و چون به شورش مردم منگل در 1924 م. همدردی نشان داد، وظیفه را ترک کرد. وی همواره نسبت به ماموران دولت و ثروتمندان کینه و خصومت میورزید، اما نسبت به فقرا و بینوایان همدردی و شفقت نشان میداد. حبیب الله طی شورش 1928 م. ننگرهار حاضر به همکاری با شاه امان الله شد، شاه هم سلاح و مهمات زیاد در خدمت وی و طرفدارانش گذاشت ، اما بعدها از شاه رو گردان شد. در دسامبر همان سال با عده از طرفدارانش دست به شورش علیه امان الله زد و بعد از 9 روز زد و خورد رانده شد و به پغمان فرار کرد. در 7 جنوری 1929 م. دوباره به کابل حمله نمود، کابل را تصرف کرد، و در 18 جنوری 1929 خود را امیر افغانستان تحت نام (امیر حبیب الله خادم دین رسول الله ) خواند، امان الله و طرفدارانش را دشمنان اسلام معرفی کرد. حبیب الله از جنوری الی اکتبر 1929 بر افغانستان حکم راند، آخر توسط هاشم خان یکی از برادران نادرخان دستگیر زندانی و آخر اعدام شد.» (1)
من مبخواهم درینجای نوشته ای از شادروان احمدشاملو راکه در تارنمای « آریایی» انعکاس یافته است نقل کنم، تا بازگو کننده ای برخی از حقایق تاریخی راجع به شخصیت حبیب الله کلکانی باشد.2
امیر حبیب الله کلکانی و نادر شاه
« نگارش این بحث مبنی بر آن نیست که از امیر حبیب الله کلکانی روئین تن تاریخ ساخته شود ، بلکه مراد آنست تا بنیاد ادعا های خاکین و برچسپ زدن ها دیرین ورشکست گردد. ونیز نمائی از جوهر ذاتی حبیب الله که زیر بار ناسزاگوئی های سرداران و دسیسه سازان درباری گور شده بود درخشنده گردد. » تا جائیکه تاریخ گواه است آن پدر کوهدامنی نام پسرش را نه « دزد » بلکه حبیب الله انتخاب کرده بود . پس آن پدر بر نسل های آینده این حق را دارد که ازهنگامیکه از فرزندش یاد می نمایند ، نامش را حبیب الله نوشته کنند. راستش وقتیکه مخالفین دربار های محمدزائییان را که با صد بد نامی وهزاران زشت نامی در تاریخ های درباری و گاه گاه در نگارش های امروزین جلوه گر می شود ، می خوانم چندان شگفت زده نمی شوم . چرا ؟ چونکه پادشاهان و امیران سده های معاصر میهن در هرروز و هر ماه تلاشیدند که چرخ تاریخ کشور را بر شالودة سجل و سوانح شخصی ، فامیلی و قومی خویش بنا نمایند تا باشد که هوش و روان خواننده را بسوی خود میلان داده باشند. اگر بدون پیرایه سخن گفت ، این امیران و پادشاهان در هر جا که مخا لفین سیاسی خویش را یافتند ، از برای کم زدن و زبون نشان دادن آنان ، با شیوه های گوناگون نامردی و نا مراوی دست زدند و دشمنان سیاسی خویش را پست ، خوارو بی نسب به جهانیان معرفی نمودند. از برای چنین کاری هر امیر و شاه حاتم طائی گردید و خزانه بیت المال گنج بی صاحب گشت. و از خزانه بیت المال به کیسه هر تاریخ نگار درباری و به گلوی هر مداح بازاری سکه ها ریخته شد تا تاریخ یکنواخت قومی نوین گردد و سجل امیران رنگین . برای نمونه ، هر گاه به کتاب تاریخ مکاتب و لیسه های ، که در زیر چشمان وزیر معارف وقت سردار محمد نعیم به چاپ میرسید نگاه شود ملاحظه کرده می توانید که در مغز های نو جوانان دانشجو کوبیده می شد که جوانی که نادر شاه را از پا در آورد ، یک غلام بچه بود. و آنهم یک غلام بچة که هویت پدر واقعی اش چندان هویدا نیود. با چنین سخنان کینه توزانه و دشمنانه ، دربار و درباریان می کوشیدند که در مغز های دانشجویان شخم زنند و تخم بکارند که گویا انسان پدر داشته و دستر خوان پدر دیده هیچگاه نادر شاه را به آن دنیا گسیل نمی داشت. ( با دریغ فراوان ، از قلم دلدادگان و دلبران دربارتا کنون نه خوانده ام که می پرسیدند و یا بپرسند که اگر پدر عبد الخالق چندان معلوم نبود و او بی نسب بود ، پس چرا تنها به جهت کردار آن عبد الخالق ، پدر ، ماما و عموی او پس به پس سر زده شدند و کاسه های سر دوستان عبدالخالق تک تک در کنج زندان ها پوسانیده شد؟) بهمین گونه برای سالیان درازی ، بلی گویان دربار از برکت بدست آوردن کرسی های سر دولتی ویا از ترس زور گوئی سرداران رساله ها نوشتند و کتاب ها چاپ کردند که گویا حبیب الله کوهدامنی « دزد» بود بخاطریکه حبیب الله کلکانی را بیشتر در دیده ها کم زده باشند ، و در تاریخ ناچیز جلوه داده باشند ، در گفتگو ها نامیدنش « بچه سقو ». در نیافتم که سقو بودن چه عیبی داشته است ؟ آیا سقوی نمودن هزار بار شایسته تر نمی نماید نسبت به اینکه از برکت آب جبین و آبله دستان مردمان ، زندگی طفیلی ارثی شاهانه برای سده ها داشت ؟ ندانستم که سقو بودن بمراتب پسندیده تر نمی نمود و نمی نماید نسبت به اینکه چون تیمور شاه زنباره و بسان دوست محمد خان چاکر انگریز و مانند شاه شجاع نوکر فرنگ بود ؟
فخر می باید به قناعت آن سقو و« سقوی ها» که با نان جوین و سفرة خشکین ساختند لیکن هرگز غذای رنگین در کاسه زرین انگریز نخوردند. نیکا شهرا ! که چنین آب آور بلند همت در دامان خود خوابیده دارد.
اگر از جفا هائیکه زور گویان به تاریخ کشور روا داشته اند ، بگذشت ، نکته اساسی در پیش چشمان می استد که بعضی درباریان درنگارش خویش جستان و شتابان داوری نموده و حبیب الله را شتابزده و یکسره « دزد سر گردنه » قلمداد نموده اند. در حالیکه ، برخلاف گفتار درباریان محمدزائی و فرزندان ، آن انگور پرورده کوهدامن « دزد سر گردنه » نبود. روستایی بود و ساده گو ، جوانمرد بود و ساده رو، کاکه بود و راست گو ، ناخوان بود مگر پخته گو.
بسا ارزش های پای مردی ووفاداری را که خواننده ای خراسانی کنونی در تاریخ تشنه وار جست و جو میکند در کار و کردار حبیب الله می توان سراغ نمود. همان ارزش های ساده مکر نایابی را که بسا شاهان و امیران معاصر کشور کم و بیش فاقدش بوده وبرای بدست آوردن ارمان های زیر ناف و سرشکم خراسانیان را بی سواد ، زندگی را دوزخ ، و خراسان را چو حصار نای زندان تنگ و تریک نگه داشته بودند.
اگر براستی در باب آن جوان کوهدامن حبیب الله با داد سخن آورد و به چشمان خواننده خاک نزد ، هیچ دورانی بهتر از زمان حکومت حبیب الله کلکانی نمیتواند نکته پژوهش جهت ارزیابی شخصیت حبیب الله قرار گیرد. سرشت مرد را در آن روزگار باید به آزمون گرفت که او در روی کرسی قدرت سیاسی کشور زانو زده بود. همان کرسی که از بهر بدست آوردنش یک شهزاده و با سواد ( زمانشاه ) چشمان برادر خود را کور کرد و دیگری شیرعلی خان در زندان ، روان فرزند را نابود کرد و آن دیگری امان الله خان گلوی عم را در ارگ تا دم مرگ توسط عاملان خود فشرد.
بایست دید و ارزیابی کرد که در آن هنگام که حبیب الله بی سواد روی همان کرسی سر خور تکیه زده بود ، در مقایسه با دیگرامیران پیشین و پسین ، اوچگونه فرمانروائی کرد. آنگاه در باب حبیب الله در دادگاه تاریخ میتوان سنگین و همه جانبه سخن آورد و بنیادین بیطرفانه نگاشت.
با در نظر داشت این اصل که حبیب الله که درب مکتب ندیده و از اندیشة خیلی پخته و دید رسته برخوردار نبوده ، روش بسا کارکرد هایش و شیوه کشور داریش به یک کاکه خراسانی همسان می نماید. به گونه نمونه ، نگاه شود به خوی و رفتار آن کوهدامنی :
همان صفت از خود گذری ، داشتن وفا، نگهداشت حرمت زنان و پاس سخن پروردگار داشتن که پله به پله و کتاب به کتاب در ادبیات فارسی دری درج است در کردار حبیب الله بمشاهده میرسد. دم نقد ، این رویداد های تاریخی می تواند حبیب الله را در دیدگاه خواننده یک جوانمرد استوار و پایمرد پایدار جوانمرد و پایمرد ایکه آب انگور و بوی گندم سرمست و چشم سیرش بار آورده بود :
1 : زما نیکه حبیب الله قدرت سیاسی را در کابل گرفت ، به گفته مرحوم قاسم رشتیا یک دسته خواهران جوان امان الله در ارگ موجود بود. آن کوهدامنی نه تنها نگذاشت که دستان دشمنان امان الله بدامان آن دختران جوان رسد بلکه پاسدارآبرو وعزت شان گردید. در همین هنگام ، شاه امان الله خود در قندهار سنگر گرفته و بسوی کابل لشکر کشید و برای گرفتن تخت و بدست آوردن سر حبیب ا لله کمر بست. حبیب الله در حالیکه حریفش را با تمام قوت در قندهار یافت از خواهران جوان امان الله وسیله سیاسی نساخت. آنان را جهت خرد نمودن شاه امان الله گروگان نگرفت. اقارب دختران را خواسته و هر خواهر جوان امان الله را به دست هرقوم و خویش شان سپرد. رشتیا چنین حرمت گذاشتن به زنان وزنان دشمنان و چنان از خودگذری را بجزدر حبیب الله دیگر در کدام امیر و شاه در تاریخ معاصر کشور می توان سراغ کرد ؟
کنون برمیگردیم به برگ دیگری از تاریخ :
سردار محمد داود پسر عم ظاهر شاه بود. این دو در یک فامیل بزرگ شده و در یک چهاردیواری بزرگ شده بودند. یکی بنام شاه و دیگری بنام نخست وزیربرای سالها روی اسپ روزگار سوارو در کارزار کشور پایگه می گذاشتند. و در هر ماه ودر هر سال با تمام فامیل های خود روی یک میز نان ، صف می آراستند. پیوند این دو سردارو فامیل های شان بدانجا کشیده بود که ازدواج هاصورت گرفته بود. مگر درسال 1352 ، زمانیکه سردار محمد داود ، ظاهر شاه را برکنارو خود را مرد میدان معرفی نمود همان فامیل شاه را در ارگ زندانی و گروگان گرفت. سردار محمد داود آن فامیل را گروگان نگهه داشت بخاطر همان کرسی که حبیب الله روستائی دربرابر امان الله می جنگید، و خواهران امان الله را برای نگهداشت همان کرسی گروگان نگرفته بود. مگرتا استعفانامه شاه از روم نیامد فامیل شاه را داود در ارگ گروگان نگهه داشت که داشت. آن بود پاسداری یک روستائی کوهدامنی از خواهران جوان امان الله در ارگ که امروز بنام « دزد سرگردنه » دشنام نثارش می شودو این گروگان گیری سردارداود ملقب به « رهبر » در برابر خانواده خودش.
2 : زمانیکه افراد قبائلی جنوبی داخل و خارج مرزبه رهبری نادرشاه در برابرحبیب الله خان می جنگیدند ، اعضای فامیل نادر شاه بشمول خانم شاه محمودکه دختر ا میرحبیب الله خان شهیدبود و نامش صفورا ولقبش قمرالبنات بود درارگ نزد آن کوهدامنی زندانی بود ، حبیب الله زمانی فامیل نادر خان را به زندان افگند که شاه محمود خان که توسط اوبه حیث رئیس تنظیمیه جنوبی مقرر شده بود ، برخلاف حبیب الله با نادر دست به فعالیت زد. به آنهم ، آن باغبان کوهدامنی موی اعضای فامیل نادرو شاهمحمود خان را خیانت نکرد. در سخت ترین نبرد های شبانه روزی در گرداگرد ارگ و دربرابر آتش توپخانه نادر، حبیب الله امنیت فامیل نادر را درارگ بدوش گرفت و نگذا شت که به آنها آسیبی رسد. حتی در ایام شکست و عقب نشینی از ارگ، حبیب الله فامیل نادرو صفورا قمرالبنات را برای اهداف سیاسی و حتی نجات جان خودگروگان نگرفت و باخود به کوهدامن نبرد. بدینگونه حبیب الله در تاریخ معاصر افغانستان نشانی بیادگار گذا شت که گروگان گیری زنان خلاف رسوم نیاکان و فرهنگ روستائی اوست. با چنین حرمت گذاشتن به زنان و از خود گذری دربرابر زنان دشمنان ، حبیب الله چنان کرد در زندگی سیاسی که پهلوانان راستین از خود به یادگار گذاشتند در واژه های آهنگین دقیقی و فردوسی.
اکنون بر میگردیم به روز گار دیگر تاریخ :
پس از اعدام امیر حبیب الله کلکانی ، نادر به جان فامیل او افتاد. نادر زمانی به اسارت فامیل آن باغبان پیشه دست یازید که از حریفش ، امیرحبیب الله ، جزنام، نشان وخبری نبود. آن کوهدامنی سر زده شده بود. مگر در همان اسارت گیری ، نادر روش قوم گرائی خود را، آشکار درکردار پیاده نمود. چنانکه : زوجه اول امیر حبیب الله خان کلکانی، بی بی سروری ویا بی بی سنگری که در فرهنگ فارسی دری پرورش یافته بود با دو دخترش در زندان افگنده شد. وارثین حکومت نادر تا توان داشتند این زن و دو دختررا برای بیست سال در زندان نگهه داشتند و سپس برای بیست سال دیگرآنها را دور از کوهدامن ، به بلخ تبعید نمودند. اگر این زن کوهدامنی از شمال کشور نمی بودند، در فرهنگ فارسی دری پرورش نمی یافتندو اندک ارتباط خونی با محمد زائیان می داشتند، آیا نادر اینان رابرای چهل سال و تا پایان عمردر زندان ها ودرتبعید گاه ها شکنجه میکردند؟ هرگز نه ! اینست ثبوت تاریخی این ادعا : نادر زوجه دوم امیر حبیب الله کلکانی را که بی نظیر نام داشت و مادر اندرآقای عزیزالله واصفی بود، نه در زندان افگند و نه مجازات کرد. نادر بینظیر را آزار نرساند چون آن خانم محمدزائی بودو از تار و پود فامیل و قوم نادر شاه بشمار میرفت. نادرشاه نه تنها بی نظیر را به زندان نه افگند بلکه درازدواج آن خانم باپدر آقای عزیزالله وا صفی، مرحوم عبدالرشید خان الکوزی کوشید. اقای الکوزی که از قندهاربود وبا نادرارتباط قومی داشت به زودی درحکومت نادراز جاه و جلال برخوردار شد.
آیا کنون وقت به پختگی اش نرسیده که رگ رگ حکومت نادرو بند بند روش سیاسی آل یحیی بر پایه تعصب قومی نادریان تاریخ خوارنگارش خواهد آمد که با خواندنش مردم خدا راگریه ، خوانندگان را سوگ و ناله آید که چه ناروائی هائی نبودکه در روند هفتاد سال در زیر چتر شاه سابه خدا برهمشهریان و روستائیان دستان بسته روا پنداشته نشد ! ناروا هائیکه حتی در قطی شیطان نمی توان یافت.
آن باشد روش انسانی حبیب الله باغبان در برابرفامیل نادر شاه و خانم شاه محمود واین بود جفاکاری نادرشاه و تعصب قومی آل یحیی دربرابر زن و فرزند حبیب الله خان کلکانی .
3 : وقتی نیرو های امیر حبیب الله داخل کابل شد سرو مال کابلیان دست نخورد و خانه ها غارت نگردیدو ارگ سالم پائید.
بر میگردیم به رخداد دیگری از تاریخ :
زمانیکه افراد نادرشاه، که نیمی آنرا نیروهای قبائلی غیرساکن کشورتشکیل میداد، بکابل رسیدند، وحشت زده و جنون وار، دهشت زده و دیوانه واردرخانه های بسا کابلیان ریختند و هر آنچه در شهر« رودابه کابلی» بود به جنوبی و آنسوی مرزجنوبی به یغما برده شد. گوئی کابل شهر عشق غنیمت جنگی بوده باشد.
حتی افراد قبائلی قالین های ارگ شاهی را که از وقت حبیب الله کوهدامنی در ارگ باقی مانده بود با کارد ها پارچه نموده و میان خویش تقسیم نمودند. از دست چپاول افراد قبائلی در ارگ ، ظرف و فرش نماند و نادر شاه مجبورشد که برای چندین روز درارگ نپاید و درخانه خویشاوندان خود بسر برد.
یا اینکه وحشت و دهشت نیروهای قبائلی در کابل ازکرداردزدان سرگردنه که به بیابان های مرو می تاختند چه تفاوتی داشته و دارد؟ آیا نیرو های قبائلی دزد گونه و چپاولگرانه رفتار ننمودند؟ یا کردارنیرو های قبائلی و روش آل یحیی چون گذشته بالا تر از داد تاریخ بشمار می آ ید؟
آن بود روش ودولت داری یک روستائی چشم سیر هنگامیکه ازسمت شمال به دروازه های کابل قدراست و دم راست رسید که درتاریخ سرداران نامش به صفت « دزد » پالش می یابد. این غارت نادر و افراد قبائلی در کابل که هیچ تاریخ سرداری از آن دزدی وچپاول یاد نبرد.
4 : در تجلیل جشن آزادی کشور، امیر حبیب الله کلکانی به پیشگاه مردمش بی الایشانه گفت : « استقلال نه از من است و نه از امان الله بلکه از شما ولس است.» این گفتار ناب امیر خبیب الله کلکانی در تاریخ نایاب است.
نگاه شود در تاریخ کشور، آیا شاه ویا امیری به جز آن برنای کوهدامن یافت که چنان بی آلایشانه و چنان فروتنانه حق و جان نثاری مردم را به درگاه مردم اعتراف کرده باشد ؟ بجزحبیب الله دیگر مردی را چنان اقرارو گفتار در تاریخ نیابید !
افزون برگفتاربالا،در جشن آزادی کشور، حبیب الله به گسیل پیامی فرمان داد که تا به امروز هیچ قدرتمندی درتاریخ انسان فرمان نداده است. در همان جشن آزادی،او پیام تبریکی به امان الله در روم مخابره نمودو ازینکه آزادی کشورتحت رهبری اش گرفته شده بود به آن شاه تبریک گفت. این گونه کردار را گویند سخاوت و فتوت یعنی کا که گی.
کنون برمیگردیم به رویداد دیگری ازتاریخ :
نادرشاه که روی قدرت آمد درهردرب و دیوارکه نام امان الله یافت به میله تفنگ تراشید و در هر کتابچه و کتب که نام امان الله دیده شد، آن کتابجه و کتاب را به آتش کشیده شد. آن کتب و کتابچه سوزی های نادرو فامیل نادر از پی دگرگون ساختن تاریخ کشور، یاد ازمورخ و نقاد تبریزی، احمد کسروی میکند. دردربارنادر همانگونه کتاب ها به آتش کشیده شد که کسروی ازبرای فرونشاندن نفرتش به عطار و مولوی ، خیام و سعدی ، دیوان های بررگان شعر فارسی دری را به آتش کشیده خاکستر نمود و جشن کتاب سوزان برپا داشت. مگرکردارنادر ووارثین اوپی دست کاری به رویداد های تاریخی با کتاب سوزی پایان نمی یابد. برای نمایش کیش شخصیت نادر شاه و یکه تاز پنداشتن او در تاریخ کشور، در روی منار استقلال درکابل ، چنین نگارش فرمان داده شد:« به یادگار ورود کامیابی یگانه مجاهد وطن پرست ملت خواه جناب محمد نادر خان سپه سالار که عموم ملت افغانستان حقوق آزادی خود را به قوه شمشیر اینمرد دلیراز انگلیس در سال1298 حاصل نمود.» همینگونه سیاه کاری و دست کاری نادرو نادریان رادر تاریخ و فرهنگ کشور، نوشته های فرمایشی« اشتباهات اندک »خواند ، پس به پا خاست، کمر بست و در راه شد تا دریافت که اشتباهات در تاریخ انسان چه بوده باشد.
آن بود راست گوئی یک مکتب نادیده روستائی درباب آزادی کشورو پاسخ به امان الله و این بود سیاه کاری سپه سالارووارثین اواندرتباهی فرهنگ ونیرنگ کاری درتاریخ کشور.
5 : امیرحبیب الله کلکانی که زمام امور را گرفت با گفتار ساده روس را هوشدار دادکه « بخارا را آزاد خواهد کرد». و این اشاره حبیب الله بدین معنی بودکه شانه پهن روستائی زیریوغ انگریز نخواهد رفت.
اکنون بر میگردیم به رخداد دیگرتاریخ:
نادر چون در کابل رسید جهت خوشنودی روسان تمام مجاهدین و مهاجرین بخارا را در شمال کشور قین و فانه کرد. کار نادر بدانجا پایان نگرفت بلکه ریشه مقاومت ضدروسی رادر شمال کشور نیز خشکانید. هر انسان سمت شمال کشور( مانند سید منصورمزاری که درپیشاپیش جوانان بلخ چون قاری عالم خواجه و ایشان شریف وغیره بهر آزا دی بخارا و سمرقند می رزمیدند) به دار نادر زده شد ویا درکنار مهاجرین بخارا چون سیاه بیگ به هیرمند و قندهارتبعید کنان روانه شد. همان ضربه کاری نادریان به مقاومت بخاریان بودکه روسان آرام آرام در آنسوی دریای آمولنگر انداختند و در انتظارنشستند تا روز کام رسدوزمان به « شهزاده سرخ» برادرزاده نادر، سردارمحمدداود برسد تاکه خراسانیان نیزچون بخارائیان دسته دسته بمیرند. روسان بهر خوشنودی روسان چنان کردکه گفته شد. مگر نادرشاه از آغاز تا به انجام دولتداری، در سایه انگریزان پروبال کشید. اندرین باب مثال های بیشماری است و نگاه شود به کار هائیکه پژوهشگران و تاریخ نگاران غیر درباری از جمله داکتر آدمک.
مگر یک مثال برجسته دیگرکه تا اکنون نگارش نیافته جهت بیان رازوساز نادرشاه با انگریزان درین نبشته می آید:
در زمانیکه نادرنیرو های قبائلی آنسوی مرزرادر پشاورجهت نبرد دربرابر حبیب الله کلکانی بسیج میساخت ، نادر شاه برای هفته ها دربازار قصه خوانی پشاور اقامت گزیده بود. درآنزمان پشاور و مناطق قبائلی ( که پسان ها نادربا روان آسوده وبدون کدام دغدغه یی درپشاور ماند، نیرو آماده کرد و ازهمان پشاورنقشه های جنگی و عملیات نبردرا تدارک کرد.
اما زمانیکه نادر به قدرت رسید یکی از روشنفکران میهن، غلام محی الدین خان آ رتی زاده،از کابل به پشاوررفت تا دربرابر نادراز همان پشاوررزمد، مگر انگریز مجالش نداد ودر نزدیک بالاحصارپشاوربشکل نامعلومی کشته شد.
درروند این دهه های پی درپی، آیا جوان در دبیرستان ویا دانشگاه کامیاب به خوانش این سرگذشت دردآور اما فخرآفرین آرتی زاده درتاریخ های سرکاری محمدزائیان شده است؟ هرگزنه! چون بیان سرگذشت آرتی زاده گز به گز نشان میدهد که تا به چه حد در سایه و همکاری انگریزان در بازار قصه خوانی پشاورنادر شاه به جهت گرفتن کابل به کارهایش آب وتاب بخشید.
ان بود روش آشتی ناپذیر یک روستائی و کوهدامنی دربرابر روسان و انگریزان واین بود دو دسته خدمت گذاری یک درباری، در برابر آن دوقدرت یگانه.
6 : حبیب الله کلکانی که در کابل قدرت سیاسی بدست گرفت افراد شکست خورده غند شاهی را که بیشترشان از قندهاربودند وبطرفداری امان الله خان دربرابر حبیب الله رزمیده بودند تمجید کرد. آن افراد اسیررا « دشمنان با غیرت و نمک به حلال» خطابیده و وفاداری شانرا به شاه امان الله آفرین گفت . حبیب الله به هیچ یک ازاعضای آن غنداسیر آزار نرساند. اینگونه گفتار و کردار را گویند از خود گذری یعنی جوانمردی !
بر گردیم به گوشه دیگری از تاریخ :
زمانیکه نادرخان بقدرت رسیدنخست سر شخصیت های برجسته کشورووفادار به امان الله را جداکرد. به گونه مثال : شاه محمد ولی خان دروازی که چهره شناخته شده ای سیاسی در سطح جهانی بود. با همکاری دووزیرسوگند خور فیض محمد زکریا و عبد الا حد خان وردک مایار محاکمه دروغین شده و پس از چندی به دار کشیده شد. ضربه آل یحیی بابدار کشیدن توقف نیافت ! پس از کشتن دروازی ، نادر و نادریان رفتندوهستی دروازی را مال حکومت خاندان خویش اعلام کردند. هان ! فشار اقتصادی را هم کمتر دانستند. به ابتکار دیگری دست زدند: دروازه های مکتب ها را به رخ کودکان دروازی بستند به امید اینکه دیگر سری درین خانواده بدخشی بالا نشود و استعدادی نروید. دوم مردی چون محمد گل مهمندرا که نه به فرهنگ کوهدامن میساخت و نه به رسوم سمت شمال احترام میگذاشت به کوهدامن روان شد تا کوهدامنی ها را ازکمر زین واز پا نعل و ازکله سر زند.
نادر گذاشت که دست قبائلی های درون وبیرون مرز کشور به دامان دختران وزنان کوهدامن رسد وزن و فرزند کوهدامن به نام غنیمت حتی به آنسوی مرزجنوبی رسد. مگرشامگاه درکوهدامن به پایان نرسید. به قول رشتیا « قتل دستجمعی» مردمان کوهدامن بدست نیرو های قبائلی درشمال کشورانجام گرفت و درانبان نفرت، کوهدامنیان چکیده شدند.
باچنین قتل ها و به غنیمت گیریهای دختران و زنان، نادرتخم نفاق وبد بینی رادر میان باشندگان میهن آگاهانه کشت نمود.
این همه بیدادگریها درکوهدامن را نویسندگان نوشته های فرمایشی، تحت حاکمیت مرکزی حکومت نادرشاه،روا می پندارند. شگفتا ! نمی دانستم که روش دریدن انسان وسینه چاک نمودن آدمیان دلباخته های درمیان بعضی از کتب خوانان داشته است.
این نوشته ها، بخاطریکه بستن ها، شکستن ها و کشتن های نادرشاه را درکوهدامن نمای قانونی داده باشد، گام دیگری به پیش میگذاردو ادعای بلند لالای میکنند که درآن ادعاها موازین پژوهش قالب بندی نشده است. ادعای که حتی با بک سند تاریخی پشتوانه داده نشده است: مقاومت کوهدامنیان در برابر ستم دستگاه نادری غیر مستقیم با واژه « اشرار» در نوشته های شان رنگ و پیوند میدهند. بیاد است که « اشرار » خطابی سوغات دولت های یک جانبه و بیگانه ای درزادگاه ما بوده است که بکار بردن این واژه خلق الله را آرزو داشتند بفریبند؟
یک کوهدامنی دو کوهدامنی ویا صد کوهدامنی درشمال کشور زیرچکش قرارنگرفته بود. سخن از تمام کوهدامن است. تمام باشندگان کوهدامن سرمه کوب گردیدند. آیا تمام باشندگان کوهدامن « اشرار» بودند؟ پیش از « اشرار» نگاری آ یا نویسندگان محترم درپای سخنان چند تن از کوهدامنیان موسپید، زندان دیده و زندگی بربادرفته نشسته و گذشته را پرسیده است ؟ ویا چه زیباست که پی دفاع سربسته ازآل یحیی چون گذشته، به رعیت وقعی قائل نشد؟ خاک بر دهنم. در اصل که اینگونه باید زمزمه می شد : « خود کوزه و خود کوزه گرو خود گل کوزه .»
بقیه سرگذشت دردآور آدم افگن کوهدامنیان را به گفته پدران « مشت نمونه از خروار» به قلم بدست روزگار عبد الرشید بینش واگذارم که بیان دارد که چگونه در برابر دیدگانش پدر کوهدامنی اودر زندان ، برادر بزرگش در تیل داغ شکنجه شد! چگونه بینش در پیش مادر و در برابر نگاه های کودکانه اش، گوشواره های خواهر جوانش به امر افراد نادری کشیده شد! چگونه هستی بینش ها به جرم کوهدامنی بودن تاراج شد! ویا چگونه حق مکتب رفتن برای همیشه از بینش خوردسال گرفته شد!
شاید دانستن اینگونه سرگذشت ها یاران را اندوه و قلم شانرا گریه آرد که آن کوهدامنیان که در شکنجه گاه نادر ویا تیغ تفنگ های قبائلیان مرزی برچه کوب گردیده بودند « اشرار» ویا یاغیان نبودند. آن کوهدامنیان انگبین آورانی بودند که فقط می خواستند آزادی انسانی خود را درکنار تاکستان های روستاه های شان از دست ندهند. بخاطر همین آرمان، آنان همدردی قوم صافی را باخود داشتند!
آن کوهدامنیان که ایستادن را به سکوت ، پایداری را به بردگی و مردن را به بندگی شایسته انگاشتند، هر یک در جوانمردی حبیب الله بودند و درکاکه گی امیر حبیب الله.
آن بود روش خود گذری یک جوان کوهدامنی در برابر افراد شکست خورده غند شاهی، و این بود ستمگاری نادرشاه در برابرمامورین امان الله و یورش وچپاول افراد قبائلی در کوهدامن برهبری نادر.
7 : زمانیکه حبیب الله در شهر کابل سنگر گرفت به پیمانی که روی قرآن پاک نموده بود پادشاه سه روزه کشور وبرادر امان الله ، عنایت الله خان، را آزار نرساند. به سوگندی که حبیب الله پاکدین روی کتاب پروردگار نموده بود حرمت گذاشت و عنایت الله خان را گذاشت که با فامیلش آسوده از ارگ خارج و کشور را ترک گوید. با چنین کاری، حبیب الله قرآن را از برای ضربه زدن حریفان سیاسی خود نفروخت و پیمان خود را در روی قرآن آفریدگار نشکست. اینگونه پیمان نگهداری خویشتن داری را دراوج قدرت، چکامه سرایان در گو می نامند بزرگمنشی و پاکدلی !
برمیگردیم به زمان دیگری از تاریخ :
نادرشاه که قدرت سیاسی را در کابل بدست آورد برای به چنگ آوردن رقیب سیاسی اش، حبیب الله، به روی قرآن مهر نمود که اگر آن کوهدامنی تسلیم شود، او را آزار و گزند نخواهد رساند. حبیب الله مهر نادر را در قرآن ضمانت دانسته به کابل آمد. نادر سخن پروردگار را فروخت تا آن کوهدامنی را بدست آرد و خلاف پیمان و مهرش در کتاب آفریدگار، حبیب الله را بدست سران قبائل طرفدار خود سپرد و حبیب الله و یارانش در ارگ تیر باران گردیدند. و خلاف کرامت انسانی، جسد بی روان آن کوهدامنی از ارگ بروی خاک کش کشان به چمن حضوری برده شد و در چمن حضوری جسد تیر خورده و چنواری شده حبیب الله به دار کشیده شد. جسد خونبار وبی روان حبیب الله را برای روزها به دار گذاشتند به هدف اینکه چشمان همزبانان حبیب الله را سوزانده باشند. آن بود حرمت گذاری یک بی سواد کوهدامنی در برابر قرآن که امروز بنام« یچه سقو» پست و زبون شمرده میشود و این بود قرآن فروشی نادرشاه که تا هنوز هم در پاره از نگارش های اردتمندانه « زعیم» نامیده می شود ! با انهمه رویداد ها که دربالا آمد، نادر برازندگی هائی هم داشت که نمیتوان ازآن چشم پوشید. از آنجمله میتوان از پختگی اش در امور لشکری، زیرکی اش و تدبیرش نام برد. مگر روش کینه توزی، قوم پشتون را در برابر بقیه باشندگان میهن وسیله سیاسی ساخت، با انگریز ساخت و مجاهدین بخارا سرزد، پیمان شکستن و قرآن فروختن اوست که نادر را در دوشنبه و پنجشنبه بازار، درتاریخ و نگارش مرد نامطلوب وغیر اعتمادجلوه میدهد. بااینکه حبیب الله سواد نداشت و برای رهبری خراسانیان ساخته نشده بود، گزارشات و رویداد هائی که در بالا آمد او را با نشان دادن جوانمردی و راست گوئی در مواقع خیلی حساس، نگینه واردر میان خیل امیران دو سده کشور می درخشاند.
بیشتر ازین، رویداد های تاریخی بیان شده برخلاف نوشته های بعضی ها گواه میدهد که آن فرزند کوهدامن « دزد» وار و « دزد» گونه حکومت نکرد بل در زمان رهبری از خود قناعت به نفس، شیوه مردی، از زبان ( وزنان دشمنان) پاسداری، بی تعصبی، وفا به پیمان و حرمت به قرآن خدا بیادگار گذاشت.
این شیوه های از خودگذری، قناعت پسندی، ساده زیستی، جوانمردی،چشم سیری و بی آلایشی حبیب الله است که بر کار کرد ها و کارنامه های بسی امیران محمدزائی چربی میکند. و در نتیجه، آن جوان کوهدامنی را حاشیه به متن تاریخ کاکه وار می جهد و آفتاب وار می درخشد.
منابع:
1- لودویک آدمک ، ( رجال تاریخی و سیاسی افغانستان)، چاپ اتریش ، 1975 م. صص 155 - 156.
اکتوبر 1929
درخواست نادرشاه از حبیب الله کلکانی جهت تسلیم نمو د نش به حکومت که شامل بخشش حبیب الله کلکانی میشد البته تسلیم شد ن کلکانی با پا در میانی حضرت کابل و امضا نادر خان بالای قران کریم صورت گرفت ـ اما به وعده وفا نشد",پيلوزي پروګرامونه _ مه يې ډيليټوی ! ( احسان )
1397,,"
",
1398,,"
",
1399,,"
",
1400,,"
",
1401,,"
",
1402,,"
",
1403,,"
",
1404,,"
",
1405,,"
",
1406,,"
",
1407,,"
",
1408,,"
",
1409,,"
",
1410,,"
",
1411,,"
",
1412,,"
",
1413,,"
د بېنوا ويبپاڼي خبريال سورغر توخي بېنوا ويبپاڼي ته په ټيلفوني خبرو کښي وويل :
نن د ارواښاد علامه رشاد د مړيني په څلورمه ورځ د کندهار دلايت د خرقې شريفي په جامع جومات کښي په زرګونو تنونرو او ښځو د ارواښاد فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد پاکي روح ته د لومړۍ ورځي لپاره د دعا اوفاتحې مراسم ترسره کړه .
دفاتحې مراسم دسهار د اتو بجو څخه بيا د ماځيګر تر څلورو بجو پوري په داسي حال کښي چي دهيواد د بېلابېلو ولايتونو اوولسواليو ، فرهنګي ټولنو، دولتي چارواکو او مامورينو ، دښوونځيو استادانو او شاګردانو ، دهيواد څخه بهر پاکستان او ايران څخه راغليو ليکوالو ، اديبانو، ژورناليستانو او د ارواښاد علامه رشاد صاحب د افکارو مينه والو څخه برسېره د اروښاد علامه رشادصاحب دوو زامنو ( چي نن يو له جاپان اوبل دامريکادمتحده ايالاتو څخه د کندهار ولايت ته رسيدلې وو ) ګډون کړی وو .
ټاکل شوې ده چي دفاتحې مراسم به سبا ته چي د ارواښادعلامه رشاد د مړيني پنځمه ورځ به وي هم د کندهار ولايت دخرقې شريفي په جامع جومات کښي تر سره شي .
دارواښاد علامه رشاد صاحب د پرون ( خاوروته دسپارلو دورځي ) او نن د فاتحې دمراسمو په اړه مو په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي عبدالاحمد محمديار سره مرکه کړېده .
يادونه : ",لوی کندهار د خپل نه هيريدونکي ماتم په څلورمه ورځ
1414,,"
په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمدمحمديار بېنوا خپرنيزي څانګي ته وويل چي :
سبا ته به د خوست په ولايت په جامع جومات کښي به د خوست فرهنګي ټولني له خوا د ارواښاد علامه رشاد د فاتحې مراسم په شاندراه ډول سره تر سره شي ، ټاکل شوې ده چي سبا ته به د خوست لايت ټولي فرهنګي خپروني د ارواښاد علامه رشاد لپاره ځانګړې شوي وي . او د خوست ولايت دولتي او ازادي راډيو ګاني به د فاتحې جريان ژوندی خپروي . په دې اړه نورو مالوماتو ته سترګي په لار يو . د رارسيدلو سره سم به يې درته خپاره کړو .
په کابل کښي ميشتي فرهنګي ټولني ، فرهنګپال او فرهنګيان هم دارواښاددفاتحې د مراسمو پر ځای کولو لپاره لاري چاري سنجوي .
",د خوست فرهنګي ټولنه به سبا ته دارواښاد علامه رشاد د فاتحې مراسم پر ځای کوي
1415,,"
",
1416,,"
",
1417,,"
",
1418,,"
",
1419,,"
",
1420,,"
",
1421,,"
",
1422,,"
((( موچي )))
د نور محمد تره کي د لنډو کيسو يوه ټولگه په مسکو کې چاپ شوې ده . دغه ټولگه چې د هغوى د يوې لنډې کيسې په نامۀ (( موچي )) نومول شوې په مسکو کې ځينو ادب دوستانو خپره کړې ده . د موچي په ټولگه کې د نور محمد تره کي ١٢ لنډې کيسې ځاى شوي دي چې يو سلو څو شپېته مخه لري . ويل کيږي چې د دۀ د واکمنۍ په وروستيو ورځو کې دغه کتاب په کابل کې چاپېدونکى و خو کله چې يې واکمني له لاسه ورکړه نو نوي حکومت يې د کتاب له چاپه هم لاس واخيست . نور محمد تره کي څو ناولونه هم کښلي دي .
",د تره کي د لنډو کيسو ټولگه خپره شوه
1423,,"
انالله وانا اليه راجعون
په اروپا کي د افغاني کلتوري او فرهنګي ټولنو د ګډي جرګې په نوښت او پرېکړه په اروپا کي دمېشت رون اندو ، ليکوالو ، شاعرانو ، سياست والو ، مخوروټولنيزوڅېرو او مېشتوټولو هيوادوالو له لوري دافغانستان د ستر ښوونکي ارواښاد علامه اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د مړيني په وير کي د ٢٠٠٤ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر دوولسمه نېټه يکشنبې د ورځي پر دوو بجو د المان د اتحادي جمهوريت د فرانکفورټ ښار په ( Orient Palace ) کي د دعا اويادوني پراخه غونډه جوړيږي .
په اروپا کي مېشت له ټولو هيوادوالو څخه په درنښت هيله کيږي چي دخدای بخښلي علامه پوهاند عبدالشکور رشاد ملکوتي روح ته ددعا او د ستر استاد علمي ، ملي او هيوادنيو هڅو ته د درناوي په نيت په دې غونډه کي برخه واخلي .
بېنوا ويبپاڼي د ښاغلي محمد عاشق غريب سره دغونډي په څرنګوالي په اړه مرکه کړې ده ، دلته يې واورئ .
",ضروري خبرتيا
1424,,"
کابل : د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د واليانو ، امنيه قومندانانو ، سيمه ييزو مخورو او ديني مشرانو په گډون يوه دوه ورځنۍ غونډه د پنجشنې په ورځ کابل کې جوړه کړي چې په ټول هيواد کې د نشه يي توکيو خلاف يوه گډه تگلاره رامنځ ته کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ايالاتو او برتانيا د نهه ميليونه ډالرو د مرستې د يوې پروژې په ترڅ کې په افغانستان کې د اپيمو د توليد لپاره د کوکنارو په کر بوختو بزگرانو ته د غنمو تخمونه او سره سپارل شوې ده .
د غنمو تخم په ختيځ ولايت ننگرهار کې بزگرانو ته ورکړل شوې ده ، همدا ولايت په افغانستان کې د گران بيه مخدره توکيو د توليد يوه مهمه سيمه ده .
ځايي پرمختيايي چارواکي يادونه کوي چې د غنمو د کر موسم تېر شوى دى او ډير بزگران لا هم نيت لري چې کوکنار وکري .
د ننگرهار والي حاجي دين محمد وويل مهمه دا ده له هغو بزگرانو سره چې کوکنار يې ويجاړ شوي مرسته وشي .",کرزى د نشه يي توکيو پر ضد يوه تگلاره غواړي
1425,,"
",
1426,,"
",
1427,,"
",
1428,,"
",
1429,,"
",
1430,,"
د بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي ځانګړې مننه",د بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي ځانګړې مننه
1431,,"
",
1432,,"
",
1433,,"
",
1434,,"
",
1435,,"
دهيواد دنوميالي شخصيت ارواښاد علي احمد خان پوپل د فاتحې مراسم نن د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټۀ تر سره کيږي .
بېنوا ويبپاڼي ته المان ميشتي فرهنګپال افغان ښاغلي محمد عاشق غريب د فاتحې د مراسمو له تالار څخه وويل چي تر فاتحې وروسته به د خدای بخښلي پوپل صاحب په ياد يوه غونډه هم جوړه شي ، او کيدای شي غونډه تر ماخستن پوري وځنډيږي .
هغو ښاغليو دوستانو ته چي غواړي په دې غونډه کي ګډؤن وکړی ، لاندی مخکنۍ خپره شوې خبرتيا د ټيلفون د نمرو سره بيا خپروو .
د ارواښاد علي احمد خان پوپل روح دي ښاده وي .
غلام احمد پوپل د ماليې د وزارت پخوانی معين ورور
انجنير خليل احمد پوپل ، بشير احمد پوپل زامن
محمد عثمان پوپل ، محمد عتيق شريف زومان
محمد نعيم پوپل ، توريالی پوپل د ورور زامن
غلام نبي زلمی بارک د خور زوی
انجنير محمد خالد پوپل لمسی
ضيا الله پوپل د اکا زوی
غلام عمر عسکر زوی د خور زوی
عزيزه پوپل ، پروين پوپل ، او ليلا پوپل لمسياني
د افغانستان د نوميالي سياست وال ښاغلي علي احمد پوپل د مړيني له کبله چي جنازه يې د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د دوی په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه ، د ښځو اونارينه وو فاتحه يې د رواني مياشتي٢٠٠٤ ډسمبر پنځمه نېټه يکشنبې په ورځ د ماپښين له يوې بجې څخه د مازديګر تر څلورو بجو پوري د المان د اسن په ښار کي د افغانانو د اسلامي ټولني په مسجد کي اخستل کيږي .
د مالوماتو لپاره لاندي ټيلفون شمېرو ته زنګ ووهئ :
0049-201- 33 59 21
0201- 20 01 35
0170- 411 74 23
0173- 277 12 40
",نن د المان دايسن په ښار کي د ارواښاد علي احمد خان پوپل دفاتحې مراسم او يوه غونډه تر سره کيږي
1436,,"
په کابل کښي ميشتې فرهنګي ټولنې ، فرهنګپالان او فرهنګيان هم دارواښاددفاتحې د مراسمود پر ځای کولو لپاره په تياريو لګيا دي .په دغه اړه د هغوي تر منځ مشورتي غونډي او ناستي ولاړي رواني دي او اټکل دي چې په ډيره ځانګړي بڼه به دغه مراسم سر ته رسول کيږي. اوس مهال د ارواښاد د کورنۍ غړي په کندهار کښي دي. اووروسته به کابل ته ځې چې د دغو ځانکړو مراسمو د سر ته رسولو ځاي او نيټه وټاکي. ",په کابل کښي ميشتې فرهنګي ټولنې د ارواښادفاضل استاد علامه رشاد د فاتحې مراسمو ته تيارې کوي
1437,,"
نن په هلمند کښي د بست د کلتوري ټولنې له خوا د ارواښاد علامه رشاد صاحب د فاتحې مراسم تر سره شول چې په هغو کښي د هلمند ولايت او نورو نږدو سيمو په زرګونو روڼ اندو ، ليکوالو، شاعرانو ، سپينږيرو،قومي مشرانو، ځوانانو، ديني عالمانو، حکومتي چارواکواو د ارواښاد نورو مينه والو ګډون کړي و.
د تخنيکي ستونزو له کبله مو ونه شوای کولای د هلمند ولايت څخه ددې خبر نور جزيات او انځورونه خپاره کړو ، د بېنوا ويبپاڼي دکندهار همکار هڅه کوي په دې اړه نور مالومات راغونډ او تاسودرنو لوستونکو ته يې وړاندي کړي .
",په هلمند کښي د بست کلتوري ټولنې له خوا دارواښاد لوي استاد علامه رشاد فاتحه واخيستل شوه
1438,,"
",
1439,,"
",
1440,,"
په سويډن کي دلوی استاد پوهاند عبدلشکور رشاد فاتحه واخيستل شوه
د افغاني کلتوري ټولني له خوا د ډيسمبر دمياشتي پر (٥) نيټه دماپښين پر يوه بجه دخدای بخښلي لوی او فاضل استاد پوهاند اکاډيمسن عبدالشکور رشاد فاتحه دسويډن د مالمو په ښار کي دهغو سلګونو په هيواد مينو او په ځانګړې توګه دلوی استاد مرحوم (رشاد) دعلم، ادب او پوهی مينه والو افغانانو په ګډون سره دافغاني کلتوري ټولني په ټولنځۍ کي تر سره شوه . په فاتحه کي ټولو ګډون کوونکو په وار وار دلوی استاد روح ته دعا وي وکړې . وروسته له هغه د افغاني کلتوري ټولني مرستيال سليم (عزيزي) چي يو دلوی استاد له شاګردانو څخه دی دخدای بخښلي استاد لنډه پېژندنه او د هغه په علمی ، ادبي ، هنري او سياسي ژوند باندي رڼا واچول . (روح يې شاد او دفردوس جنت يې ابدي مېنه)افغاني کلتوري ټولنهمالمو - سويډن
",په سويډن کي دلوی استاد پوهاند عبدلشکور رشاد فاتحه واخيستل شوه
1441,عبدالله احسان,"
عبدالله احسان _ ايسن (جرمني )
دارواښاد پروفيسر علي احمدپوپل فاتحه ، او ياد غونډه
http://www.aliahmadpopal.com
نن د يکشنبې ورځ د ٢٠٠٤ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټه چي د ١٣٨٣ ل کال د لېندۍ د مياشتي ١٥مي نېټې سره سمون لري ، د جرمني د ايسن په ښار کښي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل فاتحه د هغه د کورنۍ دغړو او دوستانو له خوا واخستل شوه ، او تر هغه وروسته په نوموړي ښار کي د نوموړي په ياد غونډه جوړه شوې وه .
د فاتحې مراسم د جرمني د ايسن دښار په جامع جومات کښي د ماپښين ديوې بجې څخه تر څلورو بجو پوري په داسي حال کي چي په زيات شمير سره دالمان اوسيدونکو افغانانو ، داروښاد دکورنۍ غړو او دوستانو ، المان مېشت فرهنګپالو اوفرهنګيانو ، يو شمېر د ښوونځيو پخوانيو استادانو ، او د فرهنګي ټولنو او خپرونو مشرانو ، او استازو ګډون کړی وو تر سره شوه .
ورپسې يو شمېر هغه کسان چي په فاتحه کښي يې ګډون کړی وو ، او يو شمير نور چي وروسته له ځيني لېرو پرتو سيمو رارسيدلي وو ، په ګډه د ايسن ښار سهيل خواته د ( له پالاس ) نومي تالار د ماځيګر پنځو بجو ته ورسيدل . او هلته د ور رسيدو سره سم د ډوډۍ خوړلو لپاره تياری نيول شوی و .
ماښام شپږنيمي بجې د قرآن عظيم الشان ختم وشو ، او خاتمه وويل شوه ، همدا راز يو ځل بيا د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح ته دعا وشوه .
د ماښام نږدې اووه بجې وې چي ښاغلي ډاکټر علي احمد ( عمر ) د ارواښاد پوپل صاحب او د هغه ملي او فرهنګي خدمتونو او د نوموړي د ژوند او رسمي دندو په اړه څو لنډي خبري وکړې او وروسته يې غونډه تر پايه پر مخ بوتله .
تر دې وروسته ښاغلي سرور رونا ( دعقاب آريانا مجلې مسوول مدير ) ته بلنه ورکړه شوه . نوموړي د ارواښاد علي احمد خان پوپل په اړه خپله مقاله ولوستل ، چي په هغه کي يې داروښا د پوپل صاحب د ژوند پر ځينو برخو او دده سره يې پر اړيکو ، او د هيواد لپاره د هغه پر همدردۍ خبري شوي وې .
همدا راز د غونډي چلوونکي ښاغلي علي احمد ( عمر ) د امريکې د متحده ايالتونو څخه د (( ايينه افغانستان )) مجلې د مسوول مدير ډاکټر سيد خليل احمد هاشميان راغلی پيغام ولوست .
وروسته بيا هم د امريکې دمتحده ايالتونو څخه راغلی د ښاغلي مير عبدالرحيم عزيز د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل د يوه شاګرد ښاغلي جمعه ګل حبيب له خوا ولوستل شو .
تر دې وروسته ښاغلي محمدعاشق غريب په اروپاکي د افغاني کلتوري اوفرهنګي ټولنو د ګډې جرګې پيغام اوپه جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودې ټولني پيغام ولوست .
دغونډي په وروستيو شېبو کښي د ګوربت فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي محمد آصف وردګ د ارواښاد علي احمد خان پوپل او دهغه په وينا د ارواښاد د ژوند پر څو مهمو برخو وږغېد .
د غونډي په پای کښي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان زوی ښاغلي خليل پوپل له ټولو راغليو ښاغليو اواغليو څخه مننه وکړه ، او غونډه د ماخستن پر اته بجې پای ته ورسيده .
دارواښاد پروفيسر علي احمد خان فاتحه ، او ياد غونډه
په انځورونو کي
د قرآن عظيم الشان تلاوت او خاتمه
د غونډي برخه وال چي د قرآن عظيم الشان تلاوت اوري
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي
ښاغلي ډاکټر علي احمد ( عمر ) غونډي ته لنډه پرانستونکې وينا کوي
ښاغلی سرور رونا د عقاب افغانستان مجلې مسوول مدير او چلوونکی خپله مقاله لولي
د غونډي برخه وال
ښاغلی جمعه ګل حبيب د خپل استاد اروښاد ( پوپل ) صاحب په ياد خبري کوي
ښاغلی غريب په اروپا کي د افغانستان دکلتوري ټولنو د ګډي جرګې پيغام لولي
د ګوربت فرهنګي ټولني مشر ښاغلی محمد آصف وردګ د اروښاد په ياد خبري کوي
د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل زوی ( خليل پوپل ) له برخه والو مننه کوي
",د المان د ايسن په ښار کي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل فاتحه واخستل شوه
1442,,"
",
1443,,"
",
1444,,"
",
1445,,"
",
1446,,"
",
1447,,"
",
1448,نصرت الله الهام,"
غزل
زما رېبار مې دلالي خوي لري
اوکه خزان د پسرلي خوي لري
زمونږ حاکم زمونږ دغروسړی دی
خوچې داولې دپردي خوي لري
داچې ماتېږي دومره زر درځېنې
دا ستا منګی مې د زړګی خوي لري
اشنا زه دا يو اتفاق وګڼه
ګلونه کله د اغزې خوي لري
دلته ګودر کې جينکۍ هم وا يي
دغه الهام دلېوني خوی لري
",غزل
1449,,"
",
1450,,"
",
1451,,"
",
1452,,"
",
1453,,"
کابل : د ليندۍ ١٦ ، ١٣٨٣ . د افغان ولسمر حامد کرزي وياند جاويد لودين په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت له روسيې غوښتي دي چې د هغو څرګندونو سپيناوی بايد وکړي چې د دفاع وزير ، سرګې ايوانوف ، په هند کې د افغانستان په باب کړي دي .
سرګې ايوانوف د هند د سفر په ترڅ کې ويلي چې د افغانستان روان سياسي بهير واک د يوۀ ځانګړي قوم لمن ته غورځوي . هغۀ د قوم نوم وانه خيست خو شننونکي د روسيې دغه ډول خبرې د هغو ويرو له امله بولي چې ګواکې د افغانستان په راتلونکې کابينه کې به کرملين ته نژدې ډلې ټپلې نه وي .
د ولسمشر کرزي د وياند خبرې په داسې وخت کې شوي چې تر ٢٤ ساعتونو لږ موده کې به نوی ټاکل شوی ولسمشر د ګڼو لوړ پوړو نړيوالو مېلمنو په شته والي کې لوړه کوي .
د ولسمشر وياند جاويد لودين وويل ښاغلی ولسمشر به تر خپلې لوړې وروسته لومړنی اعلان د خپلې کابينې کوي .
په کابل کې لا تر اوسه د نوې کابينې په باب ګنګوسي ډير دي . ځينې په خبر ، خبرې سرچينې، ګومان کوي چې د کليو د پراختيا وزارت ، د پلان وزارت او يو نيم بل ښايي په يوۀ نوي تشکيل کې سره ګډ شي او د اقتصاد د وزارت په نامۀ ونومول شي چې د دې نوي وزارت مشري به ډاکټر اشرف غني احمدزی کوي . د اوس لپاره ښاغلی غني احمد زی د ماليې وزير دی چې د سرچينو په ګومان به يې دغه مسووليت ډاکټر انوارالحق احدي ته وسپارل شي . ",کابل : روسيه دې د خپلو خبرو سپيناوی وکړی
1454,,"
",
1455,,"
",
1456,زرين انځور ( دکولن ښار جرمني ),"
شپږم ستوری
د علامه استاد رشاد د ناچاپو اثارو په اړه يو وړانديز
( زرين انځور )
د ارواښاد استاد علامه پوهاند رشاد(( د پښتنو د کلتور او ادب شپږم ستوري )) په قلم کښل شوي ټول اثار زموږ د هېواد د علم او ادب هغه شتمنه پانګه او خزانه ده چې چې هره پاڼه يې د استاد د زړه په وينو کښله شوې او هره کرښه يې د وطن د تاريخ ، کلتور او ادب بېلابېل تياره اړخونه روښانوي .
( علامه رشاد اوانځور )","زرين انځور : "" هره پاڼه يې د استاد د زړه په وينو کښله شوې او هره کرښه يې د وطن د تاريخ ، کلتور او ادب بېلابېل تياره اړخونه روښانوي "" "
1457,,"
د بېنوا فرهنګي ټولني خبرتيا
بېنوا فرهنګي ټولنه غواړي د ارواښاد علامه رشاد صاحب په اړه په وروستۍ اوونۍ کښي ټول خپاره شوي پيغامونه ، تسل ليکونه ، شعرونه ، مقالې او ځيني نوري هغه ليکني او مالومات چي د ارواښاد استاد د مړيني سره تړاو لري ، د يکشنبې تر ورځي پوري ( په کابل کښي د ارواښاد علامه رشاد د فاتحې د مراسمو لپاره ) د يوه کتاب په بڼه چاپ کړي .
په هيواد کي دننه ، او ټوله نړۍ کښي درنو هيوادوالو ته خبر ورکوي چي که يې تر اوسه پوري پيغامونه نه وي خپاره شوي ، د بېنوا ويبپاڼي دخپرنيزي څانګي په پته راوليږي .
همدا ډول بېنوا فرهنګي ټولنه په نږدې راتلونکي کښي دارواښاد استاد دعکسونويوه لويه ټولګه چاپوي .
ټولو درنو هيوادوالو ته کوم چي د ارواښاد علامه رشاد صاحب انځورونه ( عکسونه ) ورسره وي ، د هيواد څخه بهر دبېنوا فرهنګي ټولني د اروپا ، انګلستان ، او ياهم امريکاڅانګو ته د پوست او يا برېښناليک له لاري وليږي . او همدا ډول کولای شي د سهيلي پښتونخوا دکوئټي په ښار کښي يې د لمبې مجلې له ادارې ( پښتوادبي غورځنګ ) ادارې ته وسپاري .
بېنوا فرهنګي ټولنه د ارواښاد علامه رشاد صاحب د ژوند يو ويډيوي فلم هم جوړي . ددې لپاره هم ټولو درنو هيوادوالو ته خبر ورکوي ، چي که چيري يا خپله او يا يې هم دوستان او ملګري د ارواښاد علامه رشاد صاحب ويډيووي انځوريزي ټوټې ( ويډيو عکاسي ) لري . د بېنوا فرهنګي ټولني او يا هم دهيواد څخه بهر دي د ټولني داستازو سره اړيکي ټينګي کړي .
سهيلي پښتونخوا کوئټه : د پښتوادبي غورځنګ دټيلفون شمېرې ( 0300-9388150 ) ( 0333-7809736 )
کابل : د هوسۍ مجلې اداره : ټيلفون شمېره ( 070200067 )
د بېنوا فرهنګي ټولني او بهرمېشتو څانګو ادرسونه او ټيلفون شمېرې دښکلا په ويبپاڼه کښي وګورئ .
( www.benawa.com/skala )
په درناوي
بېنوا فرهنګي ټولنه
کندهار ( افغانستان ) ",د بېنوا فرهنګي ټولني خبرتيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا
1458,,"
",
1459,,"
",
1460,,"
کابل ، د ليندۍ ١٧ ١٣٨٣ : د افغانستان لومړني ټاکل شوي ولسمشر حامد کرزي نن د کابل د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د خپلې څوکۍ لپاره لوړه وکړه .
د لوړې په دې دستورو کې د نړۍ له ٥٠ بيلابيلو هيوادونو څخه لوړ پوړي چارواکې هم برخه وال و .
په هغو کې د متحدو ايالاتو د ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستيال ديک چيني ، د امريکا د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ او د ګڼو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران هم شامل و .
د افغانستان د بيلا بيلو ولايتونو واليان ، د مجاهدينو د ډلو ټپلو مشران ، ديني علما او د سترې محکمې غړيو هم په دغو دستورو کې برخه اخيستې وه .
د همدې دستورو په وياړ او ښايي هم د امنيت د ټينګولو په هوډ په افغانستان کې نن د رخصتۍ ورځ اعلان شوې وه .
ولسمشر کرزي په دې موقع وويل چې افغانستان لا تر اوسه له نړيوالې ترهه ګرۍ سره لاس و ګرېوان دی .
ښاغلي کرزي خپلې پخوانۍ خبرې بيا تکرار کړې چې د يوۀ پياوړي افغانستان د جوړولو لپاره به کار کوي .
د ښاغلي کرزي نننۍ ژمنې :
* پياوړی پر خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړوي .
* د کوکنارو کښت او د مخدره توکيو قاچاق ختموي .
* بې وزلي يا غربت ختموي .
* وسلې ټولوي .
* د اداري فساد مخنيوی .
* د ادارې جوړول .
* د قانون او بشري حقونو درناوی .
* د افغانستان د بيا جوړولو هلې ځلې .
او
* د نړۍ له هيوادونو سره د ښو او ټينګو اړيکو ساتنه .
ټاکل شوي ولسمشر حامد کرزي هوډ وښوود چې د افغانانو اوښکې به په موسکا بدلوي . ښاغلي کرزي افغانانو ته د دۀ په وينا د دې تاريخي ورځې مبارکي ورکړه .
خو د ځينو له هيلو سره سم ښاغلي کرزي د خپلې کابينې غړي معرفي نه کړل . په کابل کې داسې اټکل دی چې ښايي لا تر اوسه پر ځينو څوکيو غور و فکر روان وي . څو ورځې وړاندې د بشري حقونو يوې نړيوالې ادارې په افغانستان غږ کړی و چې جنګسالارانو ته په حکومت کې بيا ځای ورنه کړي . ",ولسمشر کرزي لوړه او ژمنې وکړې
1461,,"
کابل : د ليندۍ ١٧ ، ١٣٨٣
د ولسمشر حامد کرزي د لوړې تر دستورو وړاندې د متحدو ايالاتو مرستيال ولسمشر ډيک چينې په يوۀ خبرې کانفرانس کې د خپل ملت او حکومت هوډ ياد کړ چې له افغانانو سره به خپلې مرستې ونه سپموي.
له ولسمشر کرزي سره په دغۀ ګډ خبري کانفرانس کې ښاغلي چينې وويل ، افغانانو په تېرو درو کلونو کې د ولسمشر کرزي په مشرتابۀ کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي . دۀ زياته کړه ولسمشر بوش هيله من دی چې افغانان په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل دغۀ پرمختګ ته دوام ورکړي .
ښاغلي چينې وويل له نړيوالې ترهه ګرۍ سره مبارزه همدلته پيل شوې وه . دوی به ترهګر بيا پرينږدي چې له دغې خاورې ناوړه ګټه واخلي .
ولسمشر کرزي له خپله اړخه د متحدو ايالاتو مرستې وستايلې او ويې ويل په تېرو درو کلونو کې واشنګټن ورسره هر ډول مرستې کړي چې افغانان يې منندوی دي .
ولسمشر کرزي د يوې پوښتنې په ځواب کې د خپلې کابينې په باب وويل چې په څو شپو کې به يې اعلان کړي . دۀ نور جزييات ورنه کړل .
په کابل کې د سياسي چارو شننونکي په دې باور دي چې متحد ايالات پر ښاغلي کرزي فشار اچوي چې د تېرو درو کلونو واکمنې ډلې ټپلې له پامه ونه غورځوي.
د دغو کتونکو په ګومان واشنګټن لا تر اوسه د افغانستان په سويلي ولايتونو کې د طالبانو او القاعدې له امله اندېښنه لري او نه غواړي چې په نور هيواد کې ناراضه ډلې ټپلي ومومي . ",امريکا : له افغانانو به خپلې مرستې ونه سپموو
1462,,"
",
1463,,"
",
1464,,"
",
1465,,"
کابل : ١٣٨٣ ، د ليندۍ ١٨
د افغانستان يوه له لومړنيو ښځينه سندرغاړو ، ميرمن پروين ، په کابل کې د څو اتيا کلونو په عمر مړه شوه .
ميرمين پروين په ١٣٢٠ مو کلونو کې د سندرو په ويلو پيل وکړ . دې په لسگونو سندرې د افغانستان راډيو ته ثبت کړې .
ميرمن پروين په فلم کې هم د يوې لوبغاړې په توگه کار وکړ .
دوه کاله وړاندې يې په دري فلم (( نيلوفر در باران )) کې يو وړوکى رول ولوباوۀ . ",سندرغاړې پروين مړه شوه
1466,,"
",
1467,,"
",
1468,,"
",
1469,,"
زبيد نوري :
خبرونه وايي چي پوليسو د هغو کسانو لټون کاوه کوم چي په يونان کي په بې قانونه توګه اوسيدل .
يوناني پوليسو يو تن له نيول شويو کسانو څخه يو چي عمر يې د ١٧ کالو شاوخوا اټکل کېده دې ته اړ ويستلی و چي ځان لڅ کړي او بيا د کراته کوونکو غوندي پر مځکه خلاص کښېني . خبرونه وايي چي پوليسو په دې وخت کي نوموړي ته د مرګ ګواښ کړی دی ، او عکسونه يې ترې اخستي دي .
د بخښنې د نړيوال سازمان د خبر سره سم ، نژدې شپېته 60 سره افغاني پناه غوښتونکي ځورل شوي دي . چي په لسګونو ماشومان هم ورکې شامل و . ",يوناني پوليسو په لسګونو افغانان وهلي ټکولي دي .
1470,اغلې فرح هيواد _ چک جمهوريت,"
ارواښاد علامه رشاد ته !
ولي ولاړې
چې خبره ستا دتلوسوم
حلق مې وچ سترګې لندې سوې
اوښکې ولاړې فوارې سوې
له څښتنه مې ګيلې
اوبيا شکوې سوې
زموږ ټولو لويه پلاره
اوس لاژر دئ ولې ولاړې
دپښتو بڼ مو لا ژړ دئ ولې ولاړې
***
نه ليدلى نه کتلئ
خو ستا مينه زما په زړه کې
نه يوازي زه
ته دټول ولس په زړه کې
دادب لويه مشاله ولې ولاړې
اې دنن ورځې خوشاله ولې ولاړې
***
ما لا شپې ورځې شمېرلې
چې به راسم ستا ليدو ته
ستا خبرو دشکرو اورېدو ته
سر به خم داحترام کړم
لاس دي ښکل او زر سلام کړم
زموږ ټولو لويه پلاره
اوس لا ژردئ ولې ولاړې
دپښتو بڼ مو لاژړ دئ ولې ولاړې
***
ماويل غوږ به سم
دزړه وينو دشعرونو اوريدو ته
دتاريخ غمجنو پېښو افسانو ته
دا ارمان مې پوره نه سو
دشملو اوچت دستاره ولې ولاړې
ددې مېنې خدمتګاره
اوس لاژر دئ ولې ولاړې
زموږ دګلو بڼ لا ژړ دئ ولې ولاړې
***
قلمونه لا کنګل دي
دپښتو پاڼې لا سپيني
بوټي پاڼي مو کمزوري
پراسمان وريځې پلنې
دپښتو ځلانده لمره ولې ولاړې
زموږ د پانګې سره اوزره ولې ولاړې
***
دادب بڼ مو لاژړ دئ
دخزان باد لا پر بر دئ
قلم خوار هم لرو ابر دئ
دپښتو لوى پرستاره ولې ولاړې
ددې شاړ بڼ لوى مالياره ولې ولاړې
اې دنن ورځې خوشاله ولې ولاړې
دپښتو د سر سر تاجه ولې ولاړې
دادب بله مشاله ولې ولاړې* * * * ", ارواښاد علامه رشاد ته !
1471,,"
بېنوا وېبپاڼه : د ١٣٨٣ د ليندۍ ١٨
د بي بي سي پښتو څانګه بالاخر د دغې ادارې د ځينو نورو څانګو په څير د يوې نژدې بشپړې وېبپاڼې څښتنه شوه .
له تېرو څو کلونو څخه د بي بي سي پښتو وېبپاڼه د دغې نړيوالې ادارې هغه يوازينۍ پاڼه وه چې بشپړ خبرونه يې نه لرل .
له نويو بدلونونو سره اوس د بي بي سي هنري ادبي پروګرام پېلوزی هم يو وار بيا وېبپاڼې کې ځای موندلی . د يادونې وړ ده چې په تېرو څو اوونيو کې بي بي سي دا کار نه و کړی او د بېنوا وېبپاڼې د دغۀ پروګرام مينه والو ته په خپله پاڼه ځای ورکړی و . ",د بي بي سي پښتو وېبپاڼه بدله شوه
1472,ل حسين _ کليفورنيا ، امريکا,"
ل . حسين خېل
زه خپلواكي نه غواړم !
زما اتله وروره
زما دسپينو اوبو غله وروره
تا چې منګى رامات كړ
زه بختور شوم
له پرديو لاسو شات څښمه
ستا به ياديږي كه نه !
ته چې ټوپك پرغاړه
په كور راننوتې
ستړى ستومانه ، موږ در پاڅېدو چې غېږه دركړو
خو تا د خپلې خور ګريوان ته لاس ورواچولو
او دنيكه ها مبارك كتاب دې پښولاندې كړ
تا ته كفارو وو څه بنګ در كړي
چې دخپل كور زړو كړكيو ته دې اور ورته كړ
او زما سينې ته دې دخپل ټوپك شپيلۍ سيخه كړه
ستا كوچني وراره درمنډه كړه چې خداى ته ګوره !
خو ستا چې سترګې وې له وينو ډكې
په ډېر غضب وويل:
تاسې به ټول ووژنم
يو مو كافر دى بل مو اوس هم لا غږيږي _ ددوزخ په ژبه _
زما اتله وروره !
تا خپله مور وويشته
او دهغې زرين امېل دې غلا كړ
او چې خوشاله شوې نو
دخپل نيكه زړه څپره دې په بم وويشته
لكه چې ډېر تږى وې؟؟
چې دې لا څښلې ، څښلې ،څښلې
داكا دپيغلو لوڼو وېنې
تا ويل چې ما له دغه كلي نه كافر شړلي
خو په ځان نه وې خبر
چې دكا فرو بنګو څه دروكړل
خويندې دې ستا له لا سه ولاړې دګاونډ بقال په پښو پريوتې
او دهغه تورولينګيو ته يې پورته كړل دسوال لاسونه
تا خپل وراره وويشته
او بيا دې كټ كټ په خندا وويل :
څنګه پخه نښه مې وويشته منئ مې كه نه؟
تا دې دخپلې وريرې څيرې ټيكرى نه پېژنده
ويل دې دا دخپلواكي جنډه ده.
تا يو كافر وشاړه
خو شل دې نور په كور راننه ايستل
او اوس همدوى لكه دامن پريښتې پرموږ پيره ولاړدي
موږ ستا له شره ساتي
زما اتله وروره
نن مې ستا يو را پا تې شوي بې لاسو وراره ته
په زړه دړه نوى مشق وليكه:
_ زه خپلواكي نه غواړم .
دليندۍ ۱۸ _۱۳۸۳ ",ل . حسين له کليفورنيا څخه : ( زه خپلواکي نه غواړم )
1473,,"
",
1474,,"
",
1475,,"
",
1476,,"
",
1477,,"
",
1478,,"
(کابل ): ولسمشر حامد کرزي د يو ځانګړي فرمان له مخې د دولت د دريګونو ځواکونو له ټولو جګپوړو چارواکو څخه غوښتي دي چې خپلو ټولو منقولې او غير منقولې شتمنۍ دې څرگندې او له دولت سره ثبت کړي.
دغه فرمان چې ١١ مادې لري ، له ټولو دولتي چارواکو څخه غواړي چې په خپلو چارو کې دې ملي ګټې په پام کې وساتي او له هر راز ژبني، قومي او سياسي توپېرونو څخه دې ډډه وکړي.
حامد کرزي په خپل فرمان کې دولتي چارواکو ته ويلي چې د خپل لاس لاندې کارکونکود چارو مسوليت هم دوى په غاړه لري اوپه دندوکې د ګمارلو په وخت بايد يواځې کاري وړتيا په پام کې ونيول شي. ",د دولتي شتمنيو د ثبتولو په هکله دښاغلي حامد کرزي فرمان
1479,,"
کابل : د ليندۍ ١٩ ، ١٣٨٣
افغانستان د پلان وزير محمد رمضان بشر دوست اعلان کړى دى چې په دغۀ هيواد کې يې له نژدې ٢٠٠٠ اين جيو گانو يا له غير دولتي مرستندويو ټولنو غوښتي دي چې کار پريږدي .
رمضان بشر دوست وويل دوى دغه پريکړه تر ځينو پلټنو وروسته وکړه .
افغان وزير هوډ وښوود چې د پاتې مرستندويو ټولنو په اړه به هم پلټنه کوي او گوري به چې څوک سم کار کوي .
د افغانستان د پلان وزير وويل ډيرې مرستندويې ټولنې د خپلو دندو مسووليت نه پر ځاى کوي او نه يې هم د دۀ په وينا احساسوي .
په افغانستان کې نژدې ٣٠٠٠ غير دولتي مرستندويې ټولنې يا اين جيو گانې په کار بوختې دي چې کورنۍ او بهرنۍ دي . ",د پلان وزير اين جيو گانې له کاره منع کړې
1480,,"
١٦_ د ارواښاد اکاډيميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مړيني په اړه د ازادۍ راډيو هم د يو شمير نورو په شان يو ساعته ( تر شنه اسمان لاندي ) ادبي او کلتوري خپرونه د ارواښاد رشاد صاحب لپاره ځانګړې کړې وه . په دې خپرونه کي چي د ارواښاد رشاد صاحب خاورو ته د سپارلو پر وخت ژوندۍ خپريدل . په دې خپرونه کښي ميلمانه دغه ښاغلي دي : حبيب الله رفيع ( کابل ) عبدالله بختاني ( ننګرهار ) او معصوم هوتک د کاناډا څخه .
( د ازادۍ راډيو څخه په مننه )
لومړی نيم ساعت دوهم نيم ساعت تر پايه
که په اوريدلو کي ستونزې لرئ دغه ځای کښېکاږئ
دغه ځای کښېکاږئ او د ارواښاد علامه رشاد صاحب په اړه نوري خپروني واورئ .
که تاسو درانه لوستونکي د ارواښاد علامه رشاد په اړه خاطرې لرئ اوغواړئ د بېنوا ويبپاڼي اويا بېنوا فرهنګي ټولني له خوا خپرې کړئ ، د بېنوا ويبپاڼي له خپرنيزي څانګي سره اړيکي ټينګ کړئ .
بېنوا فرهنګي ټولنه د ارواښاد علامه رشاد صاحب د عکسونو البم د کتاب په بڼه چاپ ته تياروي ، که تاسو هم غواړئ خپل هغه عکسونه کوم چي تاسو يې لرئ خپاره شي ، موږ ته يې راوليږئ .
په درنښت : بېنوا فرهنګي ټولنه کندهار
",ارواښاد علامه رشاد. .
1481,,"
",
1482,,"
",
1483,,"
کابل : د ليندۍ ٢٠ ، ١٣٨٣
پاکستاني مقامات وايي دوى اکبر اغا نيولى دى . ويل کيږي چې دى د طالبانو د غورځنگ يو مهم کس و چې په دې وروستيو درو کلونو کې يې د هغوى په استازيتوب ويناوې او مرکې کولې .
مقامات زياتوي چې اکبر اغا په دې وروستيو کې د جېش مسلمين د ډلې استازيتوب هم کاوۀ چې له طالبانو يوه جلا شوې ډلگۍ بلل شوې ده .
په همدې ډلې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د تښتول شويو کارکونکو د تښتونې پړه هم وه چې وروسته بيا افغان حکومت ورته د شک په سترگه کتل .
په دې وروستيو کې افغان حکومت يو وار بيا پر پاکستان غږ کړى و چې په خپله خاوره د فعالو طالبانو مخنيوى وکړي . ",د طالبانو يو مهم غړى ونيول شو
1484,,"
(بلخ): د نشه يې توکو په وړاندې د مبارزې د ستري ملي جرګې په وروستۍ ورځ د بلخ والي عطا محمد نور ويلې دي چې نړيوال مافيا او قاچاق وړونکي د سترو هيوادونو په لوړو چوکيو کښي شتون لري. او امرېکا او اورپا ته د نشه يې توکو په ليږدولو کښي مرسته کوي.
نوموړي داڅرګندوني د برتانيې د سفيرې د هغو خبرو په ځواب کښي چې پرون يې ويلي وو، چې د برتانيې په کوڅو او بازارونو کښي پنځه نوي په سل کښي نشه يې توکي او هيروين د افغانستان څخه ورځي.
د غونډې په وروستۍ ورځ برخه والو يو ګډ پرېکړه ليک خپور کړچې په هغه کښي يې د نشه يې توکو د مخنيوي لپاره د حکومت ټولي پرېکړي منلي.
",د نشه يې توکو په وړاندې د مبارزي د ستري ملي جرګي پرېکړه ليک
1485,,"
",
1486,,"
",
1487,,"
د زاهدان راډيو پښتو خپرونې خبرتيا
د بېنوا ويبپاڼي همکار ( تهران )
د ايران د اسلامى جمهوريت د زاهدان راډيو پښتو خپرونه د اسلامى انقلاب د كاميابۍ د راتلونكې كليزې په درشل كښې په زاهدان ښار كښې د يو هنرى نندارتون اهتمام كوى . په دې اړه د هنر له ټولو خاوندانو نه غواړو چې په دې نندارتون كښې د ګډون لپاره خپل هنرى اثرونه كه هغه تحريرى وى، تصويري يا د يو هنري څيز په شكل كښې وي د سلواغې د مياشتې تر لومړۍ نېټې ( دجنورۍ تر 20 نيټې پورې د خپلوځانګړنيو سره مونږ ته راولېږي .
له پښتنو شاعرانو هيله
د ايران د اسلامى جمهوريت د زاهدان رېډيو پښتو خپرونه په دې نزديو كښې د پښتو شاعرانو په كلامونو مشتمل يوه شعرى مجموعه خپروي په وركړې شويو موضوع ګانو باندې خپل كلامونه راوليږي چې د چاپېدونكي كتاب د ښكلا سبب وګرځي .
يادونه :
مينه وال کولاى شى له موضوع گانونه د خبريدلو لپاره په لاندي پتو اړيکي ټنګي کړي .
اړيکي ټينګولو لپاره:
زاهدان راډيو پښتو خپرونه مېدان ازادى د ايران اسلامى جمهوريت
زاهدان راډيو پښتو خپرونه پوسټ بكس 224 ايف 8 - اسلام اباد (پاكستان (
زاهدان راډيو پښتو خپرونه پوسټ بكس 41 كابل (افغانستان (
فكس او ټيلفون :00985413222070
برېښناليك: pushto-stb@irib.ir
",د زاهدان راډىو پښتو. .
1488,,"
",
1489,,"
",
1490,,"
په افغانستان کښي د امرېکا تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونو ويلي دي چې په دې هيواد کښي يې پر غليمو ډلو د فشار زياتولو لپاره پراخ جګړه ايزه عمليات پيل کړي دي.
د دغوځواکونو وياند جګړن مارک مکېن نن په يو خبري کانفرانس کښي وويل چې د دغو عملياتو موخه هغو طالبانو چې غواړي عادي ژوند ته راوګرځي ، د راتک د ښو شرايطوبرابر ول او په راتلونکي پسرلي کښي دپارلمانې ټاکنو د امنيت تامينول دي.
نوموړي وويل چې د دغه عملاتو په ترڅ کښي د طالبانو په واکمنۍ کښي د کندهار د پخواني والي ملا محمد حسن رحماني ورور محمد عيسي هم نيول شوي دي. خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي. ",ايتلافي ځواکونو په افغانستان کښي د چټکې آزادۍ عمليات پيل کړي
1491,,"
(کابل): د افغانستان د بشرد حقوقو خپلواکه کمېسيون دافغان دولت څخه غوښتي دي چې په هيواد کښي د بشر د حقوقود ساتنې لپاره کلکه پاملرنه وکړي.
دا غوښتنه د کميسيون مشري سيما سمر نن په کابل کښي د بشر د حقوقو دنړيوالې اعلاميې د پنځه پنځوسمې کلېزې په مناسبت جوړي شوي غونډې ته په ويناکښي کړي ده.
غونډي ته وويل شول چې راتلونکې درې کاله دې په افغانستان کښي د بشر د حقوقو د ښوونې کالونه اعلان شي. ",دافغان دولت څخه د بشر د حقوقو د ساتنې په هکله غوښتنه
1492,,"
",
1493,,"
",
1494, هيواد شيرزاد: مالمو- سويډن,"
هيواد شيرزاد: مالمو- سويډن
د روان ۲۰۰۴ کال د ډسمبر د مياشتې په يولسمه نېټه د شنبې د ورځې په ماښام د ملالۍ مجلې د امتياز خاوندې او مسئولې مديرې جميلې (مجاهد) د مالمو په ښار کې اوسېدونکو افغانانو سره د يوې غونډې په ترڅ کې ليدنه کتنه وکړه.
غونډه د افغانستان د ادب او تاريخپوه لوی استاد علامه عبدالشکور (رشاد) پاکې روح ته په دعا کولو سره په داسې حال کې چې د غونډې ټول برخه وال د لوی استاد په درناوي د څو لحظو لپاره چپه خوله په پښو ودرېدل، پيل شوه. وروسته د غونډې د برخه والو او په مالمو کې د اوسېدونکو افغانانو په استازيتوب اغلې جميلې (مجاهد) ته د حبيب الله (غمخور) لخوا هر کلی وويل شو او همدا شان يې د وی ته د جميلې (مجاهد) د پېژندګلوۍ اود نوموړې د ژورناليستيکو، اجمتاعي، سياسي او ښځو د حقوقو څخه د دفاع په لار کې د هغې د هڅو په هکله لنډ معلومات ورکړ.
وروسته له هغه زموږ د هېواد تکړه ژونالست او دخپلواکۍ د خپرونې د امتياز خاوند يوسف (هېواددوست) چې له ډنمارک څخه يې په دغې غونډې کې د برخې اخيستو لپاره تشريف راوړی و، د اغلی جميلې (مجاهد) سره د وخت په راډيو او ټلويزيون کې د ګډ هنري او فرهنګي کار په هکله خبرې وکړې او د هغه وخت دکار خاطرې يې د غونډې برخه والو ته واورولې.
د يوسف ( هېواددوست) تر خبرو وروسته له جميلې (مجاهد) څخه غوښتنه وشوه چې د غونډې برخه والو ته په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ، سياسي تحولاتو او د ښځو د حقوقو په هکله وينا وکړي . اغلې جميلې (مجاهد) د خپل ژوند د هغو لومړيو ورځو څخه چې په کمکيتوب کې يې له راډيو افغانستان سره هنري همکاري شروع کړې او بيا راوروسته د راډيو ټلويزيون نطاقه او بالاخره د هېواد سياسي ــ نظامي حالاتو او ناخوالو پرضد د تلاښونو، د ښځو د روا حقوقو او ديموکراسۍ د دفاع په لاره کې د هڅو خوږې او ترخې خاطرې د غونډې برخه والو سره شريکې کړې.
اغلې جميلې (مجاهد) پخپلو خبرو کې وويل:
( ما د هغې علاقې له مخې چې په ماشومتوب کې مې د هنر اوا دبياتو سره لرل ډېره وړه وم چې راډيو ته مې لاره پيدا کړه، دهغه وخت د راډيو د هنر او ادبياتو د څانګې د کارمندانو او مسئولينو په همکارۍ وتوانېدلای شوم چې د هنر او تمثيل په برخه کې د راډيو افغانستان په پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلم او په راوروسته کې مې د خپلو دوستانو او همکارانو په هڅونه په راډيو او بيا په ټلويزيون کې د نطاقې په توګه دنده پر مخ بيوله. په ۱۹۹۲ م کال کې هغو زړه بګنوونکو شرايطو او کورنۍ جګړې چې د قدرت د ترلاسه کولو او وسله والې زور ازماينې پراساس زموږ اولس له هغه سره لاس او ګرېوان وو پرېکړه مې وکړه چې ددغو ناخوالو پرضد پخپل ټول توان او طاقت د انسان او انسانيت څخه د دفاع په لاره کې نه ستړي کېدونکي مبارزه وکړم . هغه څه چې ما په ۱۹۹۲ م کال په کابل کې ليدلي همدا اوس چې يې هم راپه يادوم له روحي تشويش او ډار سره مخامخ کيږم. افغان اولس دا ټولې ناخوالې او بدمرغۍ ليدلي او هغه يې پخپل وجود احساس کړي، ولې تسليم شوي نه دي. زموږ د هېواد نر او ښځو په هېواد کې د چور او چپاول د نظام بيا د طالبانو د رژيم پر ضد شپه او ورځ زيار اسيتلی، پدغه تلاښ او قربانيو کې افغاني ښځې هم د خپلو ورونو پشان ستر افتخارات لري. زموږ د خويندو او ميندو دد غو افتخاراتو او قربانيو نتيجه وه چې زه يې وهڅولم ترڅو د خپل ژوند په قميت په هېواد کې د ښځې د حقوقو څخه غوڅه دفاع وکړم . ما تصميم ونيو چې يوه مجله نشر کړم، پسله ډېر وخت فکر کولو دې نتيجې ته ورسېدم چې زما د مجلې نوم بايد ملالۍ وي، کله چې مجله چاپ شوه او د هغې لومړۍ ګڼه مې لوی استاد علامه عبدالشکور (رشاد) کور ته يوړه او هغه استاد ته مې ډالۍ کړه د مجلې په ليدلو سره يې په مسکا وويل (د يوويشتم قرن ملالۍ) او زه يې وهڅولم چې نور هم زيات د خپل هېواد او هېوادوالو لپاره په فرهنګي چوپړ کې اووسم. د لوی استاد روح دې ښاد وي.
اوس چې په افغانستان کې د اساسي قانون په رڼا کې دا امکانات برابر شوي چې ښځې خپل حق نه يوازې دا چې ترلاسه کړي بلکې د هغه په دفاع کې ودريږي ، زه هم د خپلو نورو افغاني خويندو سره اوږه په اوږه د ښځو د حقه حقوقو د ساتلو په لاره کې کار کوم .)
اغلې جميلې (مجاهد) د دوو لويو جرګو او ولسمشر د ټولټاکنو د جريان او کار په هکله مکمل معلومات وړاندې کړ. هغې وويل:
( افغان اولس د خپل هېواد په تاريخ کې پس له لوی احمد شاه او ميرويس نيکه څخه د لومړي ځل لپاره خپل ولسمشر د رايې په ورکولو سره وټاکه، خلکو پخپله دغه ونډه اخيستنې سره چې ښاغلی (کرزی) يې د خپل ولسمشر په توګه وټاکه له هغه څخه هم ملي، وطني او اسلامي غوښتنې لري. زما په عقيده که د هېواد ټول هغه ځواکونه چې په افغانستان کې د اجتماعي عدالت، سولې او ډيموکراسۍ د پلي کولو پلويان دي د ښاغلي (کرزي) څخه ملاتړ وکړي او د هغه سره د ملي پلانونو په پلي کولو مرسته وکړي، ښاغلی (کرزی) به وکولای شي خلکو ته ورکړ شوې وعدې ګړندۍ ترسره کړي . که چېرې ښاغلی (کرزی) ونشي توانيدلای چې خلکو ته د ورکړل شوو وعدو او غوښتنو د پلي کولو په لار کې موثر کارونه سرته ورسوي نه يوازې دا چې هېواد به له نوو ستونزو سره مخامخ شي، طبعي خبره ده چې هغه ته به بل ځل افغان ولس رايه ورنکړي، پدې اساس زه ټينګ باور لرم چې ښاغلي (کرزی) ددې هوډمن دی ترڅو هېواد له اوسنيو بدبختيو څخه وژغوري.)
د اغلې جميلې (مجاهد) خبرې د غونډې د برخه والو لخوا په چکچکو سره بدرګه کېدلې. وروسته د غونډې برخه والو له اغلې خور څخه په هېواد کې د اوسنيو حالاتو ، د مطبوعاتو د آزادۍ، د ښځو د حقوقو، د مطبوعاتو د رول او نورو مسائلو په هکله سوالونه وکړل چې د جميلې (مجاهد) لخوا ورته په زړه پورې ځوابونه وويل شول. د غونډې برخه والو په يوه آواز د جميلې (مجاهد) څخه غوښتنه وکړه چې د ملالۍ د مجلې د پاڼو او په کابل کې د کاري او شخصي ملاقاتونو له لارې د افغانانو دا لاندې وړانديزونه د چارواکو غوږو ته ورسوي:
۱- ښاغلی (کرزی) بايد داسې يوه کاري کابينه جوړه کړي چې فقط اهليت، صداقت او مسلکي وړتيا پکښې په نظر کې نيول شوي وي.
۲- د تېرو درو کلونو ترخو تجربو څخه په استفادې سره د هېواد په مرکز او ولاياتو کې په دولتي څوکيو کې مسلکي پوه او سپېڅلي خلک وګماري، يعنې دولتي اداره نه بايد د مذهبي، قومي، منطقوي، ژبني، تنظيمي او شخصي اړيکو پر اساس يو ځل بيا جوړه شي. ټوپک او ټوپکسالار لاس له دولتي واک څخه لنډ شي.
۳- په هېواد کې د لومړۍ ــ دوهمې لويې جرګو او ولسمشرۍ لپاره په ټولټاکنو کې په اروپا، امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو کې اوسېدونکي افغانان له برخې اخيستنې څخه محروم شول، وړانديز دادی چې په راتلونکې کې د هېواد په بيا جوړونه، پارلماني انتخاباتو لپاره د دغو افغانانو سره د سلا او مشوره وشي.
۴- موږ په مالمو کې اوسېدونکي افغانان هره لحظه حاضر يو بې له کومو خاصو امتيازاتو په تر لاسه کولو سره د هېواد په بيا رغاونه کې فعاله ونډه واخلو، خو پدې شرط چې په هېواد کې هر ډول تبعيض ورک او سوله تأمين شي، ترڅو موږ وکولای شو په اطمنان هېواد ته ستانه او هلته کار وکړو.
د غونډي په دوهمه برخه کې په مالمو کې ځوانو شاعرانو، هر يو اغلې عادلې (رحمتزۍ)، ښاغلي عبدالباقي (تلاښ)، هېواد (شېرزاد)، قدرت الله (حليم) او ميرويس (مومند) خپل شعرونه ولوستل.
تر يوې لنډې تفريح وروسته د مالمو ځوانو او تکړه سندربولو او هنرمندانو ښاغلي کبير (اميري) او ښاغلي نجيب الله (اميري) په زړه پورې کنسرت اجرا کړ.
غونډه چې د ماښام په اوه بجو شروع شوی وه د شپې په يولسو بجو اغلې جميلې (مجاهد) ته د ګلو د هغې ګېډۍ په ډالۍ کولو سره چې د افغانانو لخوا برابره شوی پای ته ورسېده
",د جرمني د (پالم) د مډال ګټونکې جميله (مجاهد) د مالمو د افغانانو سره
1495,,"
(کابل) :د خوراک او کرهنې نړيوال سازمان ايف آي او اعلان کړي: افغانستان د نړۍ د هغو ٣٥ بېوزلو هيوادونو له ډلې څخه يو دي چې د خوراکي توکو د کمي له ناورين سره مخامخ دی او بايد ورسره مرسته وشي.
د ايف آي او سازمان په همدې موخه د مرستو د راټولولو يو پروګرام هم جوړ کړي دي. د همدغه سازمان وياند نن خبريالانو ته وويل چې له دې سر بيره يې د افغان کروندګرو لپاره ٢٣٠٠ ټنه اصلاح شوي تخمونه چمتو کړي دي.
د خوراک او کرهنې نړيوال سازمان په پام کښي لري په ٢٠٠٥ ميلادي کال کښي په وچکالۍ ځپلو سيمو کښي تخمونه په کروندګرو و وېشي. ",د خوراک او کرهنې نړيوال سازمان واي: افغانستان د خوراکي توکو د کمي سره مخامخ دي
1496,,"
(کابل) :د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پلان د وزير رمضان بشر دوست له هغو څرګندونو څخه ځان په ډډه ساتلې چې په کښي د مرستو رسولو خېريه ادارې اوانجيوګانې په کلکه غندل شوي وي.
ښاغلي بشر دوست ويلي و چې غواړي نږدې ٢٠٠٠ انجيوګانې وتړي او دا وروسته د هغه چې د حکومت سره يې د نه همکارۍ او د نړيوالو مرستو د ضايع کولو تور پرې ولګاوه.
خو د حامد کرزي وياند جاويد لودين وويل چې د پلان د وزير څرګندونې د دولت نظر نه دي اوويې ويل چې نوموړي د ځان لپاره د تبليغاتو په هڅه کښي دي. ",حامد کرزي د انجيوګانو په هکله د پلان د وزير د څرګندونو څخه ځان په ډډه ساتلې
1497,,"
عبدالله احسان ( فرانکفورټ )
دغه ځای کښېکاږئ او ددې غونډي لنډيز په ويډيو کښي وګورئ
دغه ځای کښېکاږئ او يډيو په لوړ کيفيت وګورئ
په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې له خوا نن د ٢٠٠٤ کال ډسمبر پر دولسمه نېټه دماپښين پر دريو بجو د جرمني د فرانکفورټ په ښار کي د ارواښاد علامه رشاد د د ياد او دعا غونډه جوړه شوه .
په دغه غونډه کي دجرمني له بېلابېلو ښارونو او له يوشمير اروپايي هيوادونو څخه ګڼ شمير افغان ليکوال، شاعران او فرهنګپال راغونډ شوي وو .
غونډه د مولوي سادات له خوا د قران عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت او د دعايې په لوستلو پيل شوه. دغه ياد غونډه په دوو برخو ويشله شوې وه .
په لومړۍ برخه کي په اروپا کي د بېلابېلو افغاني کلتوري ټولنو پيغامونه ولوستل شول او د ارواښاد استاد علامه رشاد پر ژوند او اثارو خبري وشوې .
دلومړۍ برخې په پيل کې د غونډې چلوونکي او په فرانکفورت کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مسوؤل ښاغلي عاشق غريب خبرې وکړې او بيا يو په بل پسې په اروپا کې د بېلابېلو کلتوري ټولنو د مشرانو او استازيو له خوا د ټولنود خواخوږۍ پيغامونه واورول شول.
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني وکيل ، ټولنيز شخصيت او قومي مشر ښاغلي کمال الدين اسحاق زي د ارواښاد استاد په باب لنډې خبرې وکړې .
په اروپا کې دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پيغام ښاغلي افضل ټکور ولوست ، ورپسې په بلجيم کې د افغانانو د پوهاوي، مرستي او پيوستون ټولني پيغام د ښاغلي امين باوري له خوا واورول شو . په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني پيغام ښاغلي نظيف تکل ، او په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام په اروپا کي د ټولني استازي عبدالله احسان ولوست .
ښاغلي سعادت ملوک ازاد دافغانانو د کلتوري پرمختيا ټولني پيغام واوراوه . او په جرمني کي د افغانستان دکلتوري ودې ټولني پيغام د ښاغلي ډاکټر محمد صابر له خوا واورل شو . تر دې وروسته دجرمني د مونشن ښار څخه دخپرېدونکي مجلې ( عقاب اريانا ) مسوؤل مدير ښاغلي ډاکټر سرور رونا داستادپر ژوند ليک مفصله رڼا واچوله . بيا افغان ژورناليسټ اوليکوال ښاغلي عبدالمحمد مموزي د استاد دشخصيت پر ځينو اړخونو خبري وکړې .
اوبيا سياسي څېړونکي ښاغلي شاه محمود حصين دارواښاد استادعلامه رشاد او ويښو زلميانو په اړه مقاله واوروله .
ورپسې ښاغلي ډاکټر خوشال روهي د ارواښاد استاد علامه رشاد د ځينو اثارو په باب خبري وکړې . ښاغليو اميرمحمد ګران او خالد دياني هم په دغه مناسبت خپلي ويناوې واورولې .
د لومړۍ برخې په پای کې په اروپاکي دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې مشر ښاغلي زرين انځور دارواښاد استادعلامه رشاد د ناچاپه اثارو دارزښت په اړه خبري وکړې او د نوميالي شاعر ښاغلي پيرمحمد کاروان هغه شعر يې هم د غونډي برخه والو ته واوراوه چې استادرشاد ته يې ډالۍ کړی و .
دغونډي برخه والو ته د هيواد د نوميالي ليکوال ، څېړونکي، کره کتونکي او په اروپا کښي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې د مشر ښاغلي زرين انځور وينا تاسو دغه وينا خپل کمپيوټر ته هم کښته کولای شئ !
د غونډي په دويمه برخه کې د هيواديوشمير شاعرانوخپلي هغه ويرنې واورولې چې داستاد پرمړينه يې ليکلي وې. ددې برخې چلوونکی ښاغلي نظيف تکل و . اودغو ښاغليو شاعرانو خپل شعرونه واورول :
د مشاعرې لومړی شعر دښاغلی عبدالوهاب سرتير په ږغ کښي تاسو دغه شعرونه خپل کمپيوټر ته هم کښته کولای شئ !
وهاب سرتېر ، عاشق غريب ، مبارز څاپی ، طلاباز حبيبزی ، نيازمند ، اورنګ اباسين او يو شميرنور .
په غونډه کښي زيات شمير برخه والو په هغه ځانګړې کتاب کښي چي د ارواښاد استاد علامه رشاد د وير لپاره ځانګړی شوی وو ، خپلي ويرني او خاطرې وليکلې ، ددې درنې غونډي په پای کې ښاغلي عبدالمجيد اباسين د قران عظيم الشان څو مبارک ايتونه تلاوت کړل او غونډه يې د يوې دعايې په لوستلو سره پای ته ورسوله .
",په جرمني کي دارواښاد علامه استاد رشاديادغونډه په ليک ، انځور ، ږغ او ويډيو کښي وګورئ
1498,,"
کابل ـ د ليندۍ ٢٢ ، ١٣٨٣
په افغانستان کې د پوليسو، قاضيانو او امنيه مستنطقينو د لومړنۍ ډلې ځانگړې روزنه پيل شوي چې په لا اغېزمن ډول د نشه يي توکيو د وړونکو او قاچاقوونکو د محاکمې وس ومومي.
د نشه يي توکيو ضد ادارې رييس ميرويس ياسيني ويلي چې دا ډله به د نشه يي توکيو د اړوندو دوسيو څېړل په دوو مياشتو کې پيل کړي.
افغان چارواکي وايي دا روزنه د اروپا په مالي مرسته تمويل شوې چې د نشه يي توکيو خلاف يو ځانگړى ځواک رامنځ ته کړي او په دې ډول په افغانستان کې د نشه يي توکيو د کر او لېږد مخه ونيول شي. ",افغان قاضيان روزل کيږي
1499,,"
کابل د ليندۍ ٢٢ ، ١٣٨٣
د افغانستان ددفاع وزارت د ملېشو مشرانو ته گواښ کړی چې په شپږو مياشتو کې خپلې وسلې وسپاري او که نه کلک چلند به ورسره وشي.
ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل د بې وسلې کولو بهير بايد د ولسي او مشرانو جرګو تر ټاکنو مخکې بشپړ شي چې ټاکل شوې ده په راروان پسرلي کې تر سره شي.
هغه وويل څوک چې وسلې نه سپاري سزا به وويني او له هغو امتيازو به بې برخې شي چې د بې وسلې کېدو له بهير سره يوځاى شويو کسانو ته ورکول کېږي.
د ښاغلي عظيمي په وينا درندې وسلې نژدې له يوې مخې ټولې شوې دي او د سپکو د ټولولو لپاره هڅه کېږي چې وگړو ته کار وموندل شي. ",له ټوپکمارو به په ٦ مياشتو کې حکومت وسلې ټولوي
1500,,"
",
1501,,"
",
1502,,"
",
1503,,"
د هوسۍ اتمه ګڼه، په نوې بڼه راوځي
په دې ګڼه كې مو د ارواښاد علامه عبدالشكور رشاد په اړه ځينې ليكنې ځانګړې كړې دي، چې ورسره جوخت هوسۍ مجله غواړي چې د ارواښاد استاد علامه رشاد ځينې رنګه انځورونه د يوه كوچني البوم په بڼه چاپ او له اتمې ګڼې سره يوځاى يې درنو لوستونكو ته وړاندې كړي.
هغه دوستان چې غواړي د هوسۍ دا ګڼه په خپلو مالي مرستو ونازوي او دې ګڼې ته لا رنګيني وروربخښي، د مهربانۍ له مخې دې د هوسۍ له استازو، يا هم ادارې سره تماس ونيسي او خپله فرهنګي مينه دې په زبات ورسوي، ځكه هوسۍ اوس د ۵۰۰ ګڼو پر ځاى ۲۰۰۰ ګڼې چاپېږي، چې د دې ټولو لګښتونو برابرول يوازې د هوسۍ د ادارې له وسه پوره نه دي، دغه راز دا ګڼې د نړۍ بېلابېلو برخو ته لېږل كېږي، چې ګڼ دوستان يې لولي. ستاسو د بري په هيله.
د دلبرو صدقې لره يې غواړم
هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم
په درناوي
د هوسۍ اداره
له افغانستان څخه بهر زموږ استازي دا دي:
خالد هادي (حيدري) امريكا،
پوستي پته:
Khalid Hadi Afghan photographerP. O. Box # 4051Schenectady-New York 12304USATel: 518-542-8482
عبدالله احسان هالنډ،
پوستي پته:
Abdullah Ehsan TIRANAPLANTSOEN, 149 2034TM HAARLEMTHE NETHERLANDSFAX, 0031 (0) 23 540 31 29
يار محمد شېرولي
Yaar Muhammad Shirwali,Russia, Krasnodarstreet Parkaway a 3/22 ",د هوسۍ اتمه ګڼه، په نوې بڼه راوځي
1504,,"
کابل : د ليندۍ ٢٣ ، ١٣٨٣
د افغانستان د لنډ مهالي حکومت د پلان وزير رمضان بشر دوست له خپلې څوکۍ استعفی ورکړه .
له کاره د ښاغلي بشر دوست لاس په سر کيدل په داسې وخت کې کيږي چې د افغانستان د نوې کابينی د اعلان لپاره يوه يا دوه ورځې پاتې دي .
په کابل کې له خبرونو خبرې سرچينې اټکل کوي چې نوې کابينه ښايي د چارشنبه يا پنجشنه په ورځ اعلان شي .
رمضان بشر دوست د روان عيسوي کال په لومړنيو مياشتو کې هغه وخت د پلان د وزير په توګه وټاکل شو چې تر دۀ وړاندې محمد محقق هم ظاهرآ دغه څوکۍ تر استعفی وروسته پريږښوده .
رمضان بشر دوست په دې وروستيو کې په نادولتي مرستندويو ټولنو نقد کاوۀ او ويل يې چې په افغانستان کې نژدې ٢٠٠٠ داسې اين جيو ګانې شته چې کار نه کوي او پيسې ضايع کوي .
د دۀ پر دغو خبرو د کابينې نورو غړو څه ونه ويل خو ولسمشر کرزي رد کړې او د هغۀ د وياند له خولې وويل شول چې دا د دولست نظر نۀ بلکه د ښاغلي بشر دوست خپل نظر دی چې ښايي د شهرت موندلو په نيت يې کړی وي .
په کابل کې په خبرونو خبرې سرچينې وايي چې په راتلونکې کابينه کې هسې هم ښاغلي بشر دوست ته ځای نه و د دوی استعفی ښايي يوه بله هڅه وي چې ځان ته نوم وګټي .
رمضان بشر دوست پخوا په فرانسې کې له افغان سفارت سره کار کاوۀ خو له هغه ځايه تر ايستلو وروسته کابل ته لاړ او هلته يې له يوې غير دولتي موسسې سره کار کاوۀ . د محمد محقق تر استعفی وروسته ښاغلي کرزي غوره وبالۀ چې د پلان وزارت وروسپاري . خو ښاغلي بشر دوست په هغه پيل کې لا له نور حکومت څخه بېل نظر ښکاراوۀ .
دۀ د برلېن د کانفرانس په ترڅ کېد ماليې د وزير ډاکټر اشرف غني احمدزي له خوا وړاندې شوی رپورټ افغان ونه بالۀ او ويې ويل چې بهرنيانو چمتو کړی دی . د ښاغلي احمدزي رپورټ په نړيواله کچه وستايل شو او نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د څو ملياردو ډالرو ژمنه وکړه . په رُورټ کې راغلي و چې د ليکنې پر وخت يې ځينو نړيوالو کارپوهانو هم مرسته کړې وه . ",رمضان بشر دوست استعفی ورکړه
1505,,"
",
1506,,"
د ورېښمو دويمه ګڼه هم پر ليكه شوه
ورېښم ښكلې درې مياشتنۍ ادبي، كلتوري او ټولنيزه مجله ده، چې د عبدالهادي هادي تر مديريت لاندې خپرېږي، چې په دې وروستيو ورځو كې يې دويمه گڼه په ۱۰۷ مخونو كې خپره شوې، چې ډېرې په زړه پورې ليكنې په كې راغلې دي. چې صحافت او بهرنى جوړښت يې هم د پام وړ دى.
ځينې ليكنې يې دلته د بېنوا پر پاڼه لوستلاى شئ.
ورېښموالو ته مباركي او كورودانى وايو تاسې ګران لوستونكي يې لوستلو ته رابولو.
http://www.benawa.com/rasanay/wrishem
",د ورېښمو دويمه ګڼه . .
1507,,"
",
1508,,"
",
1509,,"
کابل ، د ليندۍ ٢٤ ، ١٣٨٣
د سوداګرۍ نړيواله اداره WTO د افغانستان د غړيتوب پر غوښتنليک غور کوي . دا په داسې حال کې ده چې د همدې هيواد ګاونډی ايران په ٢١ پرله پسې ځل هم ونه توانيد چې غوښتنليک يې ومنل شي .
دا اداره په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ د غوړولو لپاره هلې ځلې کوي او غړي هيوادونه يې خورا ډيرې اقتصادي ګټې ترلاسه کولی شي .
خو په دې ادارې کې د ګډون چاره خورا ستونزمنه ده . چين وروسته له ١٥ کلونو او روسيې وروسته له ١٠ کلونو هڅو دغه وياړ تر لاسه کړ . ايران دا ٢١ کاله کيږي چې په هڅه بوخت دی خو نه منل کيږي .
په جېنوا کې د مېشتې دغې ادارې غړي هيوادونه کولی شي چې خپل هر ډول مصنوعات په بل غړي هيواد کې بې له کوم قيد و شرطه وپلوري . د ټولو غړو هيوادونو مالونو ته په يوه سترګه کتل کيږي ، ځينې همدا اداره د نړيوالتوب په لار کې لومړنی ګام بولي .
په روان کال کې ٢٧ هيوادونه د دغې ادارې د غړيتوب لپاره هڅې کوي . پر غوښتنليکونو باندې د غور پر وخت د هر هيواد اقتصادي شرايط ليدل کيږي او هيوادونه اړ وي چې خپل اقتصادي شرايط د نورو غړو په څير برابر کړي .
په دغې ادارې کې ټول ١٤٨ غړي هيوادونه دي چې هر يو يې د نوي غوښتنليک د ردولو حق لري .
د افغانستان له لورې په جېنوا کې يوۀ استازي ، اسد عمر د غوښتنليک د ورکړې پر وخت وويل د دغې ادارې د غړيتوب په ترلاسه کولو کې به په افغانستان کې له ثبات او ښېرازۍ سره مرسته وشي . ",افغانستان د نړۍ سوداګريزې ادارې ته ورګډيږي
1510,,"
کابل ، د ليندۍ ٢٤ ، ١٣٨٣
له کندهار څخه را رسيدلي رپورټونه وايي چې د افغانستان د امنيې ځواکونو د طالبانو د امنيت مخکينی مشر ملا نقيب الله تور نيولی دی .
د کندهار د والي وياند خالد پښتون ويلي ملا تور يې له يوۀ بل طالب قومندان سره په کندهار کې نيولی دی .
طالبانو خپرندويو رسنيو ته په تيلې فونونو کې دا خبره رد کړې او وايي ملا تور نه دی نيول شوی .
د طالب چارواکو د عکسونو په نشتوالي کې ډير کله د دغه ډول نيونو پر وخت طالبان نيونه ردوي .
د ملا نقيب الله تور په باب په پاکستان کې ځينو طالب پېژندونکو ويلي چې د هغۀ د نيولو اهميت لا څرګند نه دی . پاکستان لا تر اوسه د ډيرو طالب اورپکو د پناه ځای دی .
پاکستان مېشتې کارپوهان په دې باور دي چې ملا تور د طالبانو په غورځنګ کې شهرت نه درلود .
ولسمشر حامد کرزي او په دې وروستيو کې د افغانستان لپاره د متحدو ايالاتو سفير زلمي خليلزاد له طالبانو غوښتي و چې که وسلې پر مځکه کيږدي او خپل عادي ژوند ته ستانۀ شي نو بخښل کيږي .
د ملا نقيب الله تور نيول ښايي هغو طالبانو ته يوه بله يادونه وي چې لا تر اوسه يې د ولسمشر کرزي غوښتنه نه ده منلې او خپل مخالفت د ټوپک په خولې ښيي .
د افغانستان په سويل ختيځو ولايتونو کې خلک شکايت لري چې د طالبانو د همدې نښتو له امله د دوی په ولايتونو کې د بيا رغاونې چارې ټکنۍ دي .
د يادونې وړ ده چې د کابل - کندهار د لويې لارې د پخولو په ترڅ کې ګڼ شمير بهرني انجينييران وتښتول شول . د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د رايه اچونکو د نوم ليکنې په بهير کې هم د طالبانو د وسله وال مخالفت له امله ځينې سيمې د نوم ليکنې له بهيره پاتې شوې .
",د طالبانو د امنيې مخکينی مشر نيول شوی دی
1511,,"
کابل د ليندۍ ٢٤ ، ١٣٨٣
د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د متحدو ايالاتو پوځيانو يو شمير عرب سوداګر له دوه ورځني توقيفه وروسته پرېښودل او ورڅخه ويې غوښتل چې د افغانستان له خاورې ووځي .
د دغو سوداګرو کې نهه تنه يې د قطر اوسيدونکي و. دوی غوښتل چې د افغانستان په خاوره کې ګران بيه او لږ پيدا کيدونکي بازان ومومي .
په افغانستان کې د ثور له کودتا راهيسته په غير قانوني توګه د دغو بازانو او ځينو نورو مرغانو ښکار پيل شوی دی چې په وروستو کلونو کې د عربانو له خوا لا ډير شوی و .
په کندهار کې امريکايي پوځي سرچينو وويل دوی له دغو عربانو پوښتنې او ګروېږنې وکړې خو بې له کوم توره يې پرېښودل چې د افغانستان خاوره پريږدي .
د متحدو ايالاتو پوځي سرچينو ويل دوی نه غواړي چې د افغانستان د ګران بيه او بې سارې بازانو ښکار په ناقانونه توګه دوام وکړي .
دغه عربان د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوښتي و . ",د افغان بازانو عرب ښکارييان ونيول شول
1512,,"
",
1513,,"
",
1514,,"
کابل د ليندۍ ٢٤ ، ١٣٨٣
په کابل کې سياسي کړيو ته نژدې سرچينې وايي چې د دفاع وزارت ښايي يونس قانوني ته وسپارل شي .
ښاغلی قانوني له طالبانو وروسته لومړی د کورنيو چارو او ورپسې د ښوونې او روزنې وزير و .
يونس قانوني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر کرزي تر ټولو لوی سيال و خو ايله په سلو کې څه کم ١٧ رايې يې وګټلې .
سياسي کړۍ په دې باور دي چې په دې وروستيو کې د امريکاييانو فشار ښاغلی کرزی اړويستی چې د نظار شورا ته يوه مهمه څوکۍ ورکړي .
تر اوسه د دفاع وزارت د همدې شورا له يوۀ بل مهم غړي قسيم فهيم سره و . خو هغۀ ته د ځينو نړيوالو ګوته نيول شوې وه چې ګواکې جنګسالار دی او يا هم په داسې اعمالو کې لاس لري چې نړيوال نورمونه يې اجازه نه ورکوي .
د افغانستان اساسي قانون هم ښاغلي فهيم ته لاره ډب کوي ځکه چې د اساسي قانون ترمخه د کابينې وزير بايد لږ تر لږه د لسانس سند ولري . ښاغلی فهيم له تعليمي سنده بې برخې دی .
په کابل کې سياسي کړۍ په دې باور دي چې په نورې کابينې کې هم ښايي ځينې نوې څيرې تر سترګو شي .
دغه کړۍ ګومان کوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين او د پلان مستعفي شوی وزير رمضان بشر دوست ښايي په نوې کابينه کې ځای ونه لري .
د ښاغلي رهين په باب پرله پسې شکايتونه ښايي يو علت وي . د دۀ په درې کلنه موده کې د افغانستان راډيو او تلويزيون ونه کولای شول چې له نورو ځايي خپرندويو رسنيو سره سيالي وکړي . د کابل تلويزيون د ليدونکو کچه د ډيرو شخصي او کېبلي کانالونو په پرتله لږ ده .
",قانوني ښايي د دفاع نوی وزير شي
1515,,"
",
1516,,"
",
1517,,"
",
1518,نصرت الله ا لهام پېښور پښتونخوا,"
غزل
ستاپه وجود کې دوږموضرورت هيڅ نشته دی
لرې سکروټي دلمبو ضرورت هيڅ نشته د ی
ديارپه کلي کې چې يمه بل خوا هيڅ نه ځمه
په دغه ځاي کې دپښو ضرورت هيڅ نشته دی
دسورکو شونډو په شربت مې ښه سېرابه ساته
بيانو جانانه داوبو ضرورت هيڅ نشته دی
مينه کې ومنه په ټنډه دډبرو ګوزار
په دغه کار کې د پښتو ضرورت هيڅ نشته دی
که راځې راشه ای الهامه او که نه مه راځه
خوشې په خوشې دپلمو ضرورت هيڅ نشته دی
",غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
1519,,"
کابل : د ليندۍ ٢٥ ، ١٣٨٣
د افغانستان له ختيځ څخه رارسيدلي خبرونه ښيي چې د هغۀ ترکي انجينيير مړی موندل شوي چې پرون په کونړ کې تښتول شوی و .
تر تښتونې وروسته يرغمل نيوکو هغه څلور تنه افغانان خوشي کړي و چې له دغۀ انجينيير سره يې نيولي و .
د کابل کندهار په لاره باندې هم تېر کال څو ځلې ترکي انجينييران وتښتول شول خو هغوی ژوندي خوشي شول .
د افغانستان په ختيځ کې دا د تښتونې لومړنۍ پېښه وه . په کابل کې د مسايلو څېړونکي ويره لري چې په دا ډول پېښو به بهرني کارپوهان وډار شي او نور به هغو سيمو ته نه ځي چې د تښتونې ويره پکې وي .
دغه څېړونکي زياتوي چې تښتونکي په خپلو دغو اعمالو نه يوازې ځان ته کومه ګټه نه شي رسولی بلکه دغه سيمې له بيا رغاونې هم محروموي .
په همدې ترڅ کې د کندهار له ولايته رارسيدلي خبرونه د يوې چاودنې خبره کوي چې ځينې کسان پکې ټپيان شوي دي .
د افغانستان په ختيځ کې د حکمتيار اسلامي ګوند او په سويل لويديځ کې د طالبانو پاتې شوني په دغو وسله والو مخالفتونو بوخت بلل کيږي .
د دغو دواړو ډلو ځينو اورپکو غړو لا تر اوسه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د متحدو ايالاتو د سفير زلمي خليلزاد هغه غوښتنې نه دې منلي چې ويل يې ټوپک پر مځکه کيږي او د نورو افغانانو غوندې عادي ژوند پيل کړي . ",تښتول شوی ترکی انجينيير په کونړ کې ووژل شو
1520,,"
",
1521,خالق رشيد _ ادمنتون کاناډا,"
داستاد په غم لړلي مرګ
ويـــرنه
له كومې خوا راغله پرموږه د مرګونو سيلۍ
دتوپانودشپو سړه د كنګلونو سيلۍ
آ چې له اوښكوسره ځان ازمويي لوبې كاندي
دغه خونكاره پر پروټوقسمتونو سيلي
څه ليونۍ ده ليونۍ ليونۍ لوبې كاندي
نه ګوري چاته چې څوك څه كا دويرونو سيلۍ
ديوې موسكا په چل يې ونړاوه زموږه څلى
هغه دګندو دښكلاوو دنازونو، سيلۍ
چا هم دا نه وې چې رستم ته به كابل وژاړي
په څه شان كوكې وكړې دلته ماتو زړونو سيلۍ
نن دزخمي كابل دتورو شپو ديار ماتم دئ
ځكه دويرپه وينو ژاړي زخمي زړونه سيلۍ
دآسماېې په سردده پګړۍ وه ځكه لوړ و
څوك به اوس ده غوندې ايوب شي دوياړونو سيلۍ
دګلو لو خولاروان دى دغرمې په زړه كې
ولې دې واخيست دا ملياردسروګلونو سيلۍ
ده خو دسروو دقامت ستاينه هسې نه كړه
چې تا ترې جوړ كړل غم لړلي تابوتونه سيلۍ
ده خوداوې چې سره ګلونه به پګړۍ كې ټومبو
تا ولې هغه كړل په خپل سر كفنونه سيلۍ
دا څه كانې وې چې تاوكړې درقيب دوړاندې
نه دې ليدل دشفقونو سره خونونه سيلي
ده دارشاك دتورې شرنګ ماته ورو ورو غږاوه
په څه بيا اوښكې داوشاس يووړې رودونو سيلۍ
نه وې خبره چې خوشال به په دې ويروژاړي
له بيجاپوره په راوړيوسلامونو سيلۍ
يوازې يودغم اورنګ دى چې اورنګ له پاره
دتاج محل پاچا ډاري په طلسمونو سيلۍ
څوك به نورماته دمها بارت پښتونغمه شي
څوك به تعبير كا ګندارۍ ادې خوبونو سيلۍ
څوك بياوواېي ګنګا يووخت پښتوويله
په توروڅڼودخوږو خوږو يادونو سيلۍ
بيابه دناز شعرونه كوم رباب ته ساز وركوې
څوك به غږ اوري د ريم جيموبارانونو سيلۍ
څوك به په وياړ سره غوټۍ سپړي په مينه مينه
دكالينجر دپاني پت د سرويادونو سيلي
كه د عنقا وزر دې مات كړ ددنيا په ټنډه
دعرش په لوري يې شوه لار په پرتمونو سيلۍ
دوخت منصورشو خو ددارترستنې ونه رسيد
دحق په لار دآزادۍ ترمنزلونو سيلۍ
دنوح بيړۍ يې د توپان په ليونو كې پريښوه
داوښكووينوكارواني دى په ګواښونو سيلۍ
څومره په اوښكو باندې ده وينې انځورانځوركړې
دڅومره غلو دڅومره سادو كاروانونو سيلۍ
دغه رشاد و تاونه پيژاند ګناه دې وكړه
رڼا دې واخيسته زموږه دبزمونو سيلۍ
په دې بازار باندې همدا عنقا يوځلې راغى
څوك يې ونه موند بيرته لاړ دپرتمونو سيلۍ
ويې ليده چې دايمان ملګري چوپه خوله دي
دتندرغږهم ناوري وياړي په قپونوسيلۍ
ويې ليده چې تورې شپې په ورځوڅه نه كاندي
دچا په وينو واوښت كور په حمامونو سيلۍ
يوازې دى دسرهند پيرشو چې ناره يې وكړه
د (جهانګير) ظلم زموږ دى پرسرونوسيلۍ
سرونو ټيټ نه كړئ د څوورځوتورتم دی درومي
دآزادۍ رڼا راځي په تورتمونو سيلۍ
اې دجنت مالكه ته يې دجنت مالياركړې
چې په رشاده مينه سازشي دسوزونو سيلۍ
",د استاد پر غم لړلي مرګ ويرنه
1522,ډيپلوم انجنيير زيب منتظر مسيد,"
محمد زېب منتظرکندهار افغانستان
سپيني کوتري
سپيني کوتري ښايسته کوتري
زمونږه کورته راشه
راځه پربام موکينه
لکه د لمر دوړانګو
لکه د نور پلوشه
لکه رڼا د سپوږمي
لکه د ستوروپړکه
له ټپي سترګو مو تياره کړه ليري
له سړو زړونو موساړه کړه ليري
لکه د ګلووږمه
لکه نسيم د سهار
لکه پيشه دباران
لکه د ميني نغمه
ژوند مو تازه تازه کړه
بسميلي هيلي موژوندي ژوندي کړه
بيا مو سپيرو اووچو شمنډو لره
د محبت ميني خندا راوله
دي سوځيدلي رژيدلي بڼ ته
بيا د بلبل طوطي نغمه راوله
وشاړو دښتو ته د زړه مو يو ځل
بيا د سرو ګلو قافله راوله
سپيني کوتري ښايسته کوتري
راځه پر بام مو کينه
وزر دي وغوړوه
غومبر ګډا جوړه کړه
بيا په مستي اوخوښي
زموږد کور چاپيره
تاو شه راوڅر خيږه
لکه د سپيني سپوږمي
هسي رڼا جوړه کړه
سپيني کوتري ښايسته کوتري
زموږ شهيدو هيلو
سويو،رټليوارمانونولره
دمني باد سړي سيلۍ وهلي
وچواومړاوو اميدونو لره
دنوي ژوند يوه نوي ساه راوړه
چي مو ټپونه د خوږ زړه شي پري روغ
هغه درمل هغه دوا راوړه
چي مو کړي تنده د کالونو ماته
د سوکالي هغه پياله راوړه
سپيني کوتري ښايسته کوتري
ډ يره موده دي و شوه
چي مو له کوره تللي
ورايه اوليري لاړي
په زورمجبوره تللي
شوي مروره له موږ
له موږدي کرکه وشوه
ځکه د تا مودرناوي نه کوه
د تاد پاکي ميني
ستا دوفا اودوستي
موږه عزت نه کوه
قدرداني نه کوه
د تا دا ښکلي سترګي
يو سمندر د ميني
وفا وفا وه ټوله
ختلي لمر د ميني
موږه ددرداوغم په اښکو سري کړي
ستا د وريښمو په شان
سپيني پستي بڼکي
واخيستي خاوروکي ايري ايري کړي
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زموږ د کورڅينو کسانوپرون
د ګاونډ يانواوغليم پر لمڅون
ته په ډبرو په ليندو و يشتلي
ته په لکړو په لرګو وهلي
دايي زغملي نه شو
ددوي ناتليو سترګودرته کتلي نه شو
چي مو پربام ناسته غومبر دي جوړوي
ددوي د بام کوتري
ستا ننداري ته راڅي
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زموږد کور کسانو
خاين، رټليو او منفور کسانو
خپلو ناولو، ناراوا هيلوته
درسيد و په خاطر
د خپلو خيټو د مړښت لپاره
د څو پيسو په خاطر
ته په رنګ رنګ او په کرات کراتو
په زړه ټپي کړې هم يې وځورولې
له بام يې و شړلې
بيا د غو سپکو او بې پته، بې غيرته کسو
د تا د خوښې بام ته
د تا د مينې کور ته
يوه يې کارغان راوستل
تور او ناولي کارغان
بل ټپو سان راو ستل
ستا د ښمنان راو ستل
چه مو د و ينو تږي تږي وو تل
هغه لېوان راو ستل
سره شرمښان راو ستل
د تا کوډ له يې کړه گډه وډه
د تا جو نگړه يې و يجاړه کړله
د تا پر پام به يي چړچي کولي
د تا په ځاله کي يي شپي کولي
سپينې کوترې ښايسته کوترې
کله چه ته زموږ له بامه ولاړې
زمونږ له کوره هم ارام لاړ و
بخت او قسمت مو مرور شو را نه
د ژو ندون خو ند رانه تمام لاړو
محشر، ناتار جوړ د غمو نو شو لو
سپرلى بېزار مو له با غو نو شو لو
گلان مو و ر ژ ېد ل پاڼې پاڼې
پاتې په څانگو کې اغزي اغزي شو ل
غوڅې سينې پرې د بلبلو شولې
څيرې وزر د بورا گا نو يې کړل
و نې او بو ټي، سمه غر مو واړه
د اور په سرو لمبو کې و سوځېد ل
په تورو خاورو او اېرو بد ل شو ل
شنه چمنو نه او با غو نه مو ټو ل
په سپېر و د ښتو او مېر و بد ل شو ل
ودان کور و نه مو شو ل لو ټې لو ټې
په کنډ و ا لو او هد يرو بد ل شو ل
او ښايسته، ښکلى او شين اسمان مو
ونيوه خړو دوړو...
ورځ مو شوه شپه او شپه اوږده په کلو
روښنايي شوه ورکه او تور تم جوړ شو
له هرې لو ېشتې مو د خا ورې پر يادو نه ختل
کور کې مو غم، و ير او ما تم جوړ شو
او ښکي مو وچي شوي د سترګو نور ژ ړلي نه شو
د ګران وطن ورانو و يجاړو ته کتلي نه شو
اوس پوهېدلي يو مونږ
بې تا مو ژو ند کې هغه خو ند نشته
د ماشو ما نو پر معصو مو شو نډ و
د خو شا لۍ خوښۍ لبخند نشته
نو ځکه!
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
را ځه پر بام مو کښېنه
وزر دې و غوړو ه
لکه د سپينې سپوږمۍ،
هر خوا رڼا جوړه کړه
چه نېکمرغي وي پکې
هسي د نيا جوړه کړه
چه د مرگي د شبخو ن ډول کړي غلى
مسته، توده شانې گډا جوړه کړه
چي د مودو، مودو درد غم مو ورک کړي
د خوشا لي يوه فضا جوړه کړه
چي د بار و د و په لوګي کي توري شوي پيغلي
تنکي بلبلي د سپرلي په شاني
بيا د ګود ر غاړه هوا و ګوري
په جنګ جګړو کي کړيد لي، ربړيد لي ميند يي
خپلو خوږو او نازو لو او لا د و په شو نډ و
د نيکمرغي، خو ښي خندا و ګوري
چي د ځوا ني په نيلي سپور تنکي تنکي ځوانان مو
بيا کړي د خيال جامي په غاړه او په سيل را ووزي
مستو ډ و لو نو ته اتڼ و کړي ګډا جوړه کړي
بيا بوډاګان مو په پيتاوي کي کړي ډډي تودي
و يره اوډار يي و ي له وي له زړه وو تلي
خپلو لمسيانو مشغو لا و ګوري
چي مو بي خو نده ژوند رو نق پيدا کړي
چي تک سور رنګ مو تور شفق پيدا کړي
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
د پښتنو له مېنې
چه د تُرکمنو، هزاره وو او ازبکو کور دى
هم د بلو څو، پشه يانو او تاجکو کور دى
و ير او ما تم لرې کړه
د د ښمنۍ، بد گو ما نۍ او نفاق
تياره تور تم لرې کړه
چي مو له کرکې او نفرته ځنې زړو نه کړي پاک
ټول شو را غو نډ سره په يوه نغري
د محبت بله ډېوه راوړه
زمونږ و يجاړې، ورانې خو نې لره
چه له هر کونجه يې د و ينو بوى ځي
لمر شه رڼا راوړه
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
ښه در پو هيږمه چي ته هم غواړي
بيرته دي کو ر ته را شي
خپله و يجاړه سو ځيدلي ځا له
بيا کړي له سره جوړه
خو لا و ېرېږې او ډاډ منه نه يې
ځکه همهغه کسان
چه يې پر موږ دغه نادودې وکړې
نن هم ليندا په غاړه
کاڼي په لا س ولاړ دي
نيت يي خرا ب دي درته
درته ګواښو نه کوي
غواړي را پري دي نږدي
چي زموږ کور ته راشي
راشي پر بام مو کيني
خو:
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
نوره نو مه و ير يږه
ډاردي له زړه و باسه
پريبه يي نږدو نوره
چي څوک په سپکه سترګه
د ستا په لو ر و ګوري
په هغه کاڼي به يي سر ور مات کړو
چي غواړي ستا په لور ګوزارپري وکړي
هغه ليندي به يي کړو ماتي ماتي
چي غواړي تا باندي پري وار وکړي
نو سپينې کوترې ښايسته کوتري
که ته مو کور ته راغلي
بيا مو پر بام کيناستي
نو:
اوس (منتظر) يمه، نېکمرغه به شم
په نغري کې چي دى ډ ک له اېرو
د نوي ژو ند د او ر يو ه سپرغه به شم
لکه د شمعې په شان
اور به کړم پورې پر ځان
خو دا تياره کور به ر و ښا نه کړمه
بيا به محفل د پتنگانو کړم تو د
پورته لمبې به له خپل ځانه کړمه
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زمونږه کور ته راشه
راځه پر بام مو کېنه
",گلان مو ورژېدل پاڼې پاڼې
1523,عبدالناصر ريشاء ( لندن ),"
فاضل انسان
غر د افغان ونړیدی ، د علم کان ولاړی
چي علامه استاد رشاد يوستر افغان ولاړی
خزانه ړنګه شوه ، بابا ددې زمان لاړی
فرهنګ يتيم شو د وطن داسي افغان ولاړی
ډير شاګردان يې خپل په وړانګو سره وځلول
ستوري بې نوره شوه چي لمر د آسمان ولاړی
په درنه سترګه او په قدر يې کتل ټولو ته
څوک مو تشويق کړي ،معلم او قدردان ولاړی
د سياسي تقوا څښتن خو څۀ ناحقه نه و
له هر ډګر او هر زمان نه قهرمان ولاړی
پر لار دي ډير خلک رهي سوله طارق نه دی يو
چي ته به وړاندي وې روان هغه دوران ولاړی
په خپل مرګي يې زما په مړه احساس کي سا پو کړه
ددې نړۍ نه چي يو ستر فاضل انسان ولاړی
",فاضل انسان
1524,,"
",
1525,,"
کابل د ليندۍ ٢٦ ، ١٣٨٣
د افغانستان د اسلامۍ ولسي حکومت له لورې داسې اشارې ورکړل شوي چې ښايي په نوې کابينه کې د اساسي قانون ٧٢ ماده له پامه وغورځول شي . په دغه ماده کې راغلي چې د کابينې غړي بايد د لوړو زده کړو سند ولري .
د ولسمشر کرزي د وياند جاويد لودين له خولې ويل شوي چې د کډوالۍ شرايطو ځينو افغانانو ته ګرانه کړې وه چې لوړې زده کړې وکړي . که څه هم ښاغلي لودين دا ونه ويل چې د دې خبرې مانا ښايي دا وي چې په نوې کابينه کې به داسې څوک وي چې د لوړو زده کړو سند نه لري خو په کابل کې د سياسي مسايلو څيړونکي دا يوه اشاره ګڼي او وايي چې ښايي دا د ذهنونو د چمتو کولو لپاره يوه هڅه وي .
په لنډ مهالې کابينې کې ځينو وزيرانو لوړې زده کړې نه لرلې . په هغو کې د دفاع وزير قسيم فهيم ، د سرحداتو وزير عارف نورزی ، د فوايد عامې وزير ګل اغا شيرزی او ان د ښوونې او روزنې وزير يونس قانوني يادېدۀ . خو د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې د کانديدانو د ژوند په پاڼو کې ښاغلي قانوني ته ليکل شوي و چې ګواکې د شرعياتو پوهنځی يې لوستی دی .
داسې اټکلونه دي چې نن ( پنجشنبه ) ښايي ولسمشر کرزی خپله نوې کابينه اعلان کړي . داسې ګنګوسې هم شته چې نننۍ کابينه به بشپړه نه وي بلکه يوازې به ځينې نومونه د اوس لپاره ياديږي .
ولسمشر کرزي يوه اوونۍ وړاندې لوړه کړې وه . د نوې کابينې لپاره يې تلوسه او د ځينو لپاره اندېښنه مخ په ډيريدو ده . ",د کابينې په جوړښت کې ښايي د اساسي قانون يوه ماده له پامه وغورځول شي
1526,,"
کابل : د ليندۍ ٢٦ ، ١٣٨٣
د افغانستان حکومت ته نژدې سرچينې وايي ځينو وروستيو پيدا شويو ستونزو نن ( پنجشنبه ) هم د کابينې اعلان وځنډاوۀ .
دغو سرچينو نور سپيناوى ونه کړ ، خو اټکل يې وکړ چې ښايي راتلونکې اوونۍ کابينه اعلان شي .
سياسي کړۍ په دې ښار کې گومان کوي چې په ځينو څوکيو باندې چنې ښايي د کابينې په اعلان کې د پرله پسې ځنډ علت وي .د کابل ورځپاڼې بيا وايي چې مصلحتونه د کابينې د ځنډ دليل دى . يوې ورځپاڼې ويره ښوولې چې که هر څومره د کابينې اعلان ځنډيږي هغومره به د دوى په وينا ناروا غوښتنې زياتيږي . ",افغان کابينه بيا هم وځنډيده
1527,غفور لېوال _واشنګټن ډي ـ سي,"
غزل
توبه مې كړې وه چې ماته شوه، تو به مې وكړه
شيخ وساقي سره همدومره ګوزاره مې وكړه
ته به مې خوب غوندې په يادكې ساتې ښكلې ياره
يو مساپر وم، دلته راغلم يوه شپه مې وكړه
افغانستان غوندې زخمي زړګى مې راوړدرته
جانانه راشه، شونډې راوړه څه چاره مې وكړه
دې ته دې ته هم لويه ګناه وويل زما قاتله !
چې ځنكدن كې دوطن خوا ته سجده مې وكړه
زه ستړى نه وم خو پښتومې مخ ته ودريده
توره مې ماته كړه، دښمن سره جرګه مې وكړه
واشنګټن ډي ـ سي _ ليندۍ ٢٥_١٣٨٣",غزل
1528,,"
کابل : د ليندۍ ٢٧ ، ١٣٨٣
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند لطف الله مشعل وايي د څرخي پلۀ په زندان کې د زندانيانو بغاوت اصلآ د القاعده د غړو د تېښتي يوه هڅه وه .
ښاغلي مشعل په کابل کې ورځپاڼه ليکونکو ته وويل چې دا کسان د پاکستان او عراق استوگن او د القاعدې غړي و .
د کورنيو چارو د وزارت دغۀ چارواکي زياته کړه چې زندانيانو د ږيرو لپاره کاريدونکې چړې د چاکوانو په څير وکارولې ، له يوۀ ساتونکي يې ټوپک واخيست او بيا يې له نورو سرتيرو سره په نښته کې پنځه افغان ساتونکي ووژل .
دوه نور ساتونکي لا تر اوسه ورک دي .ويل شوي چې دوه زندانيان هم وژل شوي دي . دغه کسان د څرخي پلۀ په هغۀ بلاک کې ساتل شوي و چې په دې وروستيو کې يو امريکايي هم پکې بندي دى .
دغه امريکايي ، جانتن اديما ، د افغانانو په ځورولو ، نيولو او وهلو ټکولو تورن دى . اديما او د هغۀ دوه نور امريکايي دوستان په لس کلن قيد محکوم دي . ",د څرخي پلۀ په زندان کې د بغاوت له امله ٧ کسان ووژل شول
1529,,"
کابل د ليندۍ ٢٧ ، ١٣٨٣
افغان ځواکونو نن ( جمعه ) کرۍ ورځ د القاعدې د غړو پر ضد د څرخي پلۀ په زندان کې تر نښتو وروسته باغي زندانيان کابو کړل . دا پېښه هغه وخت وشوه چې يوۀ زنداني د ږيرې خرييلو له يوې چړې ځان ته چاکو جوړ کړ او يو ساتونکى يې وواژۀ . د ساتونکي د ټوپک په ترلاسه کولو يې له زندان ساتونکو سره نښتې پيل کړې چې د وروستيو خبرونو ترمخه ٩ کسان پکې ووژل شول .
د څرخي پلۀ په زندان کې يوۀ ساتونکي وويل چې دوه پاکستاني زندانيان چې په وسلو يې ځانونه سمبال کړي و تر هغه وروسته ووژل شول چې ٥٠ تنو افغان سرتيرو زندان کلابند کړ او دغۀ بغاوت ته يې د پاى ټکى کېښود .
دغه کسان د څرخي پلۀ په هغۀ بلاک کې ساتل شوي و چې په دې وروستيو کې يو امريکايي هم پکې بندي دى . دغه امريکايي ، جانتن اديما ، د افغانانو په ځورولو ، نيولو او وهلو ټکولو تورن دى . اديما او د هغۀ دوه نور امريکايي دوستان په لس کلن قيد محکوم دي . ",د څرخي پلۀ په زندان کې بغاوت د ٩ کسانو په وژنې پاى ته ورسېد
1530,,"
کابل : د ليندۍ ٢٧ ، ١٣٨٣
د ملگرو ملتونو د خوړو او کرهنې اداره وايي جرمني به په افغانستان کې د بغلان د بورې فابريکه د نژدې څلور نيم ميليونه ډالرو په مرسته رغوي .
د بغلان د بورې فابريکه چې له جغوندرو بوره جوړوي د افغانستان يوازينۍ فابريکه ده چې بوره توليدوي . خو د جگړو له امله زيان ورسيدلى او په تيرو ٢٥ کلونو کې افغانستان تل اړ و چې له بهره بوره صادر کړي .
د ملگرو ملتونو د خوړو او کرهڼې اداره ايف اې او په دې باور ده چې که دغه فابريکه ورغول شي نو د شمال په ولايتونو کې به د جغوندرو کروندې بيا وغوړيږي او کروندگر به يې په کرکيلې لاس پورې کړي .
دغه اداره هيله لري چې د جرمني په دغې مرستې به دوى ٢٠٠٠ بزگران وروزي . ",جرمني به په افغانستان کې د بغلان ولايت د بورې فابريکه بيا رغوي
1531,,"
",
1532,اېمل پسرلى,"
کوربه په ټيپ کې يوه پسته لويديځه نغمه وغږوله، زما پياله يې بيا له تورو چايو ډکه کړه، ورو- ورو يې د وره په لور ګام واخيست. پوه شوم چې دى هم زما غوندې د سفير صاحب راتګ ته لېواله دى. ساعت ته مې وکتل، پوره دوه ساعته تېر شوي وو، خو د سفير صاحب لا درک نه و، کوربه راته تر دغه وخته د سفير صاحب او د هغه د کورنۍ دومره خبرې کړې وې، چې ليدو ته يې نور تږى وم. د نړۍ په څو هېوادونو کې يې د سفير په توګه کار کړى و، په وروستي ځل په ملګرو ملتونو کې ټاکل شوى و، خو د حکومت تخته نسکوره شوه او دى د کار پر ځاى په امريکا کې سياسي پناه اخيستو ته اړ شوى و.
ما له ډېره وخته ارمان درلود چې د ده په څېر کس ووينم، په دولت او له ډيپلوماټيکو چارو خبر شم او د وطن پر وروستيو حالاتو ورسره خبرې وکړم.
له څو مياشتو راهيسې مې غوښتل چې په پوهنتون کې د خپل هېواد پر بهرني سياست يو څه وليکم، خو ماخذونه مې نه شول پيدا کولى. د سفير صاحب د ليدو چانس هيله راکړه چې له ډېرو خبرو به خبر شم، خـو هغه وځنډېد. کــوربه راتـه وويـل: ”د حــکومت لـوى مامورين پر خپل وخت چېرته نه ځي، د تشريفاتو او حکومت دارۍ يو اصل همدا دى، دا نو په دې پورې نه ده چې مامور برحال دى، که سابقه. په ټولو باندې دا خبره صدق کوي، البته په دې کې خو تر يوه ځايه د دوى مصروف ژوند هم لاس لري، خو سفير صاحب عموماً ډېر نه ناوخته کوي“.
د کوربه دا خبرې، لکه چې زما د تسلۍ په نيت وې، خو که رښتيا ووايم ما هم نه پوهېږم ولې داسې انګېرله چې لوړپوړي چارواکي بايد پر وخت رانه شي. يو وخت چا راته ويل چې که دولتي مامورين او عادي خلک يو ډول چال چلند ولري، نو بيا يې توپير په څه کې دى. شايد سفير صاحب اوس له موږ سره خپل توپير ته په پام سره ځنډېدلى وي. له کوربه سره خو يې پخه ياري وه، ليرې خپلوي يې هم سره لرله او له کله چې په امريکا کې سياسي پناه ته اړ شوى و، نو زما دې کوربه ورسره ډېره مرسته هم کړې وه.
د دروازې زنګ ووهل شو، زه بې اختياره له ځايه پورته شوم، له ځان سره مې وويل ولې؟ خو کار تر کار تېر و، ښه مې همدا وګڼله چې نور نو ولاړ ښه يم چې د سفير صاحب هرکلى وکړم. کوربه ژر- ژر د دروازې پر لور ورغى، پر ټول مخ يې موسکا خپره وه، د دروازې په خلاصولو يې وار له واره په زوټه وخندل. ما ويل په غېږ به پوښتنه کوي، خو ده لاس ورکړ او بيا يې پر مخ يو بل سره ښکل کړل. زه ځاى پر ځاى ولاړ وم او هڅه مې کوله چې زه هم وخاندم، خو نه پوهېږم ولې وارخطا غوندې وم، ما کله سفيران او لوى دولتي مامورين نه وو ليدلي.
د ښځو غږ هم و، خو ما غوښتل سفير صاحب ووينم. لومړى يوه ښځه راغله، څو څلوېښت کلنه به وه، خو ځوانه ښکارېده، يو اوږد سور کميس يې اغوستى و چې په اړخونو کې يې چاک درلود. دې ورو- ورو او په ناز ګام اخيست او تر زنګنو پورې يې سپينې پښې ښکارېدې. وروسته مې بيا ورپام شو چې جګ بوټان يې په پښو کړي وو، همدې بوټانو، لکه چې تګ ورته ګران کړى و، باړخوګان او شونډې يې سرې وې، د سترګو پاسنۍ برخه يې شنه او لکه ناوې ټوله سينګار شوې وه. د دې شا ته بيا دوې پېغلې وې چې کاوباى پتلونونه يې اغوستي، وېښته يې لنډ- لنډ پرې کړي او ورپسې يو زلموټى د نجونو په شان په ناز او ادا راروان و. د دوى شا ته سفير صاحب و، په ونه ټيټ، د سر وېښته يې ډېرکم شوي وو، غنم رنګى سړى و، چې پر سپين کميس يې سره نېکټايي او خړرنګې دريشي اغوستې وه.
مېرمنې او پېغلو راسره په سر ښورولو ستړې مشې وکړه، هلک هم سر راته وخوځاوه او تېر شو. سفير صاحب پاس کوټې ته کتل، کوربه ته يې په پاړسي وويل: ”بسيار عالى! چه رنګى زيبايى انتخاب کدين، ذوق عالى!“.
ما سفير صاحب ته کتل او په عين حال کې مې هڅه وکړه چې پاس هم وګورم، چې تر اوسه مې نه و ورته پام شوى. کوربه لاس زما خوا ته ونيو او سفير صاحب ته يې وروپېژندلم. سفير صاحب راته وکتل، لږ موسک شو. ما لاس وراوږد کړ، هغه روغبړ وکړ او بره خوا کښېناست. ما هم د کوربه له وينا وروسته د څوکۍ پر څوکه ځان ځاى کړ. پر دغې درې کسيزې څوکۍ د سفير صاحب مېرمن او يوه لور وخته لا ناستې وې. د ده بله لور او زوى موږ ته مخامخ کښېناستل، د کوربه مېرمن هم راپيدا شوه. بيا ټول ودرېدل، خندا شوه، په جګ غږ خبرې شوې، مېرمنو يو بل داسې سره مچولې، ته وا شونډې پرې امانت نښتې دي. په پاى کې د کوربه مېرمنې ما ته هم سر وخوځاوه.
په کوټه کې شور جوړ شو، کوربه او سفير صاحب سره غږېدل، مېرمنې له يو بل سره موسکې- موسکې کېدې، هلک او کشرۍ خور يې هم په خپلو کې په يوه ګرځنده ټيليفون لاس واهه او زه نه پوهېدم چې څوک څه وايي، خو پر مخ او تندي مې خولې راماتې وې. سفير صاحب ته مې کتل او د هغه په باب مې له ځان سره فکر هم کاوه. سفير صاحب له کوربه سره د خبرو پر وخت د کوټې چت ته کتل، دا ځل ما هم ورته کتل، تک سپين چت و، په منځ کې يې يو قنديل راځړېده، چې ګروپان يې لرل. پوه نه شوم چې سفير صاحب ته څه شى ”عالي“ و؟
پنځه شپږ دقيقې همدا حالت و، له هغه وروسته ما په سر ښورولو د سفير صاحب د حال احوال پوښتنه وکړه، هغه هم په خاصه موسکه خوله سر وخوځاوه. ورپسې يې له مېرمن او اولادونو سره په همدې ډول ستړې مشې، خواره مشې وشوه.
کوټه د څو شېبو لپاره غلې او کوربنه د چايو لپاره له خونې وتلې وه، سفير صاحب شا و خوا کتل، مېرمنې او مشرۍ لور يې په خپلو کې موسکې- موسکې کېدې او هغو نورو دوو بيا په ګرځنده ټيليفون لاسه واهه او خپلو کې يې پرې خبرې کولې. کوربه سفير صاحب ته بيا وروپېژندلم، خو دا وار يې تش نوم وانه خيست:
”دى نو له لندنه راغلى، سبا ته بېرته ځي، خو ما ورته وويل چې سفير صاحب هم نن شپه لطف کوي، دلته تشريف راوړي، هغه و چې ده هم په خوښۍ ستاسو انتظار وکړ!“.
مېرمن او مشرۍ لور يې په څوکۍ کې لږ وړاندې شوې، زما خوا ته يې وکتل، سفير صاحب هم زما پلو سترګې ونيولې او کشرۍ لور او زوى يې هم څو شېبې له ګرځنده ټيليفونه سترګې پورته کړې، مېرمن يې وويل:
از لندن؟
زه ورته موسک شوم، لکه چې په همدې ډول مې د هو ځواب وايه. خو کوربه زما پر ځاى ځواب ورکړ:
بلې! بلې! له لندنه، له انګليستانه راغلى دى. دى نو يو مستعده ځوان دى، په ژورناليزم کې ماسټري اخلي، زما د يوه محترم دوست زوى دى.
ټولو لا هم راته کتل، پر ما ماتې شوې خولې لا ډېرې شوې، موسک وم او لاندې مې کتل، سفير صاحب وويل:
ژورناليزم! بسيار عالی، ذوق خوبى دارين!
ما سر ورته وخوځاوه، ورو مې ورته له خولې راووتل: ”لطف مو دى!“.
کوربنه د چايو له پتناسه سره راغله، ټولو هغې ته وکتل، يو وار بيا په زوټه خبرې شوې، ښځو په خپلو کې په خندا- خندا خبرې سره پيل کړې، سفير صاحب هم وخندل او په زوټه يې وويل:
بي بي حاجي! چى يک قيماق چاى دارين، بسيار ديګه عاليست، چند روز پيش بسيار ديګه ياديتانه کديم.
مېرمن يې د سفير صاحب خبره تاييد کړه:
بلې! مسعود جان از لاس اينجلس قيماق اورده بود، ګفت به ياد بي بي حاجي يک قيماق چاى مې خوريم.
سفير صاحب د لاس اينجلس صفتونه پسې شروع کړل او د بي بي حاجي قيماق چاى هېر شو. په لاس اينجلس کې سفير صاحب پيتزه ډېره خوښه کړې وه، مېرمن يې ورته ويل چې په روم کې به پيتزه ښه وه. خو ده ورته ويل چې د روم په پيتزې کې سره بانجن ډېر وو. مشرۍ لور يې هم د پلار پر خوا وه، خو زوى يې د مور خبره منله. کوربه دواړو ته موسک- موسک کېده، د بي بي حاجي خوله هم له خندا نه سره ټولېده. له چايو وروسته د ډوډۍ پر وخت هم د بي بي حاجي د قابلي پلو ستاينې وشوې او د سفير صاحب پوخ کړى پلو هم ياد شو، چې څو ورځې دمخه يې د بي بي حاجي له يادولو سره يوازې خوړلى و.
ما وخت ونه موند چې د وطن پر روانو حالاتو د سفير صاحب نظر واخلم او يا پر ډيپلوماټانو او دولتي کارونو ورسره وغږېږم. يو وار چې کوربه د وطن څه وويل، نو سفير صاحب پغمان ياد کړ او د خپلې مېرمنې ذوق يې وستايه چې چرګان به يې ”عالي“ کبابول.
ماخوستن ناوخته چې سفير صاحب او کورنۍ يې بېرته پر خپله خوا رهي کېده، نو تر موټره ورسره ووتو، هورې د ده نوى بينز ولاړ و، چې کوربه ترې تاو راتاو شو او سفير صاحب ورته وستايه:
بسيار عاليست، چى کشى داره، بايد يک شب جاى بريم.
د سفير صاحب مېرمنې له بي بي حاجي سره مخونه بيا ښکل کړل، د بينز پر مخکينۍ څوکۍ کښېناسته، اولادونه يې شا ته وو او سفير صاحب په توکمې خپله ښيښه کښته کړه، لاس يې پورته کړ او په چټکۍ يې وځغاستل، لکه چې په رښتيا يې د موټر کش ښکاراوه، کوربه او بي بي حاجي تر هغو ورته ولاړ وو چې موټر يې له سترګو پناه شو. زه هم د ويرجينيا په هغې يخې شپې کې ورسره تم وم.
ناوخته چې پر کټ کې څملاستم، نو وږى غوندې وم؛ ډوډۍ مې سمه نه وه خوړلې، يو چا راته ويلي وو چې د دولت لوړپوړي مامورين لږه او په احتياط مړۍ خوري. خو د سترګو تر پټېدو وړاندې راياد شول چې سفير صاحب ډېره خوړلې وه او احتياط يې هم نه شو راياد.
٢٠٠٢/٠٤/١٠
لندن ايويټ وې ",سفير صاحب
1533,پيرمحمد کاروان,"
سپينه سپوږمۍ د تورو تورو غرونو شا ته پټه
د غره پر دنګه څوكه لاس د پلوشو ښوروي
خداى پاماني كوي له ستورو سره
سړوكى باد د شوخ ماشوم په شان ټوپونه وهي
پلنې پاڼې د ګودر د چينارو ښوروي
هاغلته ليرې په خلوت كې د ډېوې رڼا ته
يو شيخ ولاړ د تهجد په لمانځه
د لويې مينې له خالقه سره مينه كوي
ما هم د غره تر شا له پټې سپوږمۍ
ما په خلوت كې له رپاندې ډېوې
او د سړوكي باد له شوخو څپو
الهام د مينې واخيست
زه هم په نيمه شپه له خوب راپاڅېدلى شاعر
تر اوو غرونو، تر اوو سمندرونو اخوا
د ناليدلي جانان ذكر كوم
په ناليكلي شعر كې فكر كوم.
۱۳۸۳/ سنبله/ ۳۰
كابل- خيرخانه
",ذكر فكر
1534,پير محمد كاروان,"
يوه ملنګ راته په خوب كې دا خبره وكړه
اول د خداى له بنده ګانو سره مينه وكړه
بيا به په مينه د خداى مينې ته ورورسېږې
جانانه! تا ته دا خبره كوم
راځه له يو بل سره مينه وكړو
بيا به وزر پيدا كړو
د دوو سركشو ګوربتانو په څېر
د خداى د مينې دنګې څوكې ته به
په يوه ګډ پرواز كې ورسېږو.
۱۳۸۳/ سنبله/ ۳۰
كابل- خيرخانه ",د ملنګ خبره
1535,ډاکټر محمد اکبر اکبر,"
خدايه! له تا څه غواړم؟
هسک مې راکه ستوري را
ځمکه کې مې سيوري را
لاره به ستا لاره وي
خو ما له ځما لوري را
جام کې د پېړۍ د جم
مخ د پښتانه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
اور يمه چرګۍ راکه
زخم له ککۍ راکه
يخه ده ړنده ايره
سترګه د سپرغۍ راکه
بخت د پخو ورځو يم
ټول درنه غارمه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
غېږه مې د ځمکې کړه
لوړه له اسمانه را
پرخه درېدو به شم
اوښکې د جانانه را
ځمکه جل وهلې ده
لپه کې اوبه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
برېښ مې د نظر پاله
هسک ته مې وزر پاله
غرمې د پولادو کړه
سر مې لکه غر پاله
زغم مې دې د تيږې شي
خو زړه د غوښې زړه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
ګوتې د ملهم راکه
ژبه د قلم راکه
خلاص مې کړه د زړه کتاب
مينه د ادم راکه
لاس د پېرزوګانو را
پروت يم پاڅېده غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
زور د غريبانو را
ورکړه د خانانو را
راکه د شهيد سينه
مټي د غازيانو را
مرګ د پښتانه راکه
ژوند د پښتانه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
اور په وږو وورېد
لوږه نه مري، وږي مري
ځمکو کې زيم سوى دى
جل وهلي تږي مري
چونګ کې دې اوبه راکه
لپه کې دې اوړه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
دا چې لوږې وپالي
مرګ ته هڅوي خلک
دا چې ړندوي خلک
دا چې کڼوي خلک
دوى درنه ړانده غواړم
دوى درنه کاڼه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
پوى يو چې له چا نه ده
لږه له شيطانه ده
ډېره له انسانه ده
دا نړۍ چې ورانه ده
لاس د عدل وچ مه شه
نور يې خوځېده غواړم
خدايه! له تا څه غواړم ",خدايه!
1536,,"
",
1537,ډاكټر محمد اكبر اكبر,"
خدايه! له تا څه غواړم
زور د غريبانو را
ورکړه د خانانو را
راکه د شهيد سينه
مټي د غازيانو را
مرګ د پښتانه راکه
ژوند د پښتانه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
اور په وږو وورېد
لوږه نه مري، وږي مري
ځمکو کې زيم سوى دى
جل وهلي تږي مري
چونګ کې دې اوبه راکه
لپه کې دې اوړه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
دا چې لوږې وپالي
مرګ ته هڅوي خلک
دا چې ړندوي خلک
دا چې کڼوي خلک
دوى درنه ړانده غواړم
دوى درنه کاڼه غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
پوى يو چې له چا نه ده
لږه له شيطانه ده
ډېره له انسانه ده
دا نړۍ چې ورانه ده
لاس د عدل وچ مه شه
نور يې خوځېده غواړم
خدايه! له تا څه غواړم
د فکر څرک
شنه سپرلي د ګل په خونه رادڅار کړې
د زخمونو خولې ککۍ د انتظار کړې
د ترخو سترګو د وروځو واکمني کړې
د برېښنا غشي له دې ليندو غوزار کړې
چې د زور او زر امبار ته نه ټيټېږي
ما له نېغو پښتنو بارخو نه ځار کړې
د ټيک بريښ ته د اوربل کوڅې رڼې شه
پلوشې د شپو په تورو اوږو بار کړې
د لمر سترګه د ډېوې کسوله ورکه
تورې شپې مو سپېدې چاودې د سهار کړې
د دې فکر څرک د هسک تر بلۍ بوځې
دا د قام د شاه زلمو د قدم لار کړې
د دې شپو د ببرڅڼو په پټکيو
د دې سپينو رڼو ورځو غله په دار کړې
چې پښتو يې په کورونو کې غوړېږي ",د فکر څرک
1538,,"
",
1539,پروفيسر ډاکټر خالق رشيد، کاناډا,"
هيلې د ژوندون نورې ژړا کې مري
اوښکې د جانان مې په خندا کې مري
يوه سلګۍ يې پاتې وه د زړه په سر
هغه هم راښکاري په ما و تا کې مري
کوم بُت چې بتګر په خندا ودروي
شور د ښکلا ګوره په مُلا کې مري
زه له لېونيو سره څه وکړم
هم په سپين سبا، هم په بېګاه کې مري
عمر مې مجنون شو رانه لاړلو
خداى خبر چې چېرې به په چا کې مري. ",غزل
1540,علم ګل سحر,"
اوس مې شعرونو ته الهام دا ستا له سترګو اخلم
د جبرائيل د خولې کلام دا ستا له سترګو اخلم
دا ستا له سترګو بهر ويښ يم، لکه ستورى پاتې
درځم خوبونه ناتمام دا ستا له سترګو اخلم
دا ستا د ناز په توره مړ يم، سترګې خلاصې پاتې
چې په ځير ګورم انتقام دا ستا له سترګو اخلم
چې يو ځل وګورې په مينه، مينه، مينه ما ته
ګلې! همدغه يو انعام دا ستا له سترګو اخلم
په اينه کې د اوبو دې تصوير ورک شو رانه
د مينې ژوند ته مې مرام دا ستا له سترګو اخلم
په يوه ورکه پسې وخت لټوم، نه يې مومم
کله سحر، کله ماښام دا ستا له سترګو اخلم.
١٩⁄٥⁄ ١٣٨٣ ",د اوبو په اينه کې
1541,علم ګل سحر,"
نظر مې شي ستومانه بېرته ستا رخسار ته راشي
بې کوره مسافر دى، نااشنا ديار ته راشي
په سترګو کې ځاى نه لري، په زلفو کې دې ورک شي
يو ستړى کليوال، تياره ماښام بازار ته راشي
د ژوند لوبه بايلي، خو په ګډا ځي د مرګ خولې ته
تش والوزي هوا ته، مرغۍ بېرته مار ته راشي
يتيم چې په ژړا شي، ميره بيا څپېړه ورکړي
ماشوم که څوک خپه کړي، په ژړا به پلار ته راشي
هندارې ټولې ماتې کړي، څو کاڼي دلته پرېږدي
يو څو لېونيان ووزي، يو څو بېرته ښار ته راشي
په کور کې څراغ نه لري، چې کښېني يې رڼا ته
چې توره شپه خوره شي، سحر ځکه يار ته راشي.
١١⁄ ٢⁄ ١٣٨٣
وزير اکبر خان ",غزل
1542,علم ګل سحر,"
وينم له تا نه، لا ډېرې ښکلې
ډېرې سرې سپينې، ډېرې غلې
خو بې له تا نه، باور پرې وکړه
نظر مې نه شي په کومې بلې.
¡¡¡
زه پروت رنځور وم، تا د امساء· کړم
د مړو له ډلې تا راجلا کړم
تا خو له سره يو ژوندون راکړ
دغه احسان دې څنګه ادا کړم.
¡¡¡
سپوږمۍ ته لاس کړم، ستوري راشمار کړم
څو رانه مات شي، څو بند په تار کړم
دا به ستا وړ وي او که به نه وي
په دې سوچونو شپه راسهار کړم.
¡¡¡
سهار چې ولاړ شم، د ګلو بڼ ته
څو ستا په شانې ګلونه بېل کړم
د پرخو څاڅکي سره راټول کړم
چې تاته جوړ ترې ښکلى امېل کړم.
¡¡¡
خو لمر راتود شي او ورک شبنم شي
وړانګې له ګله پرخې پنا کړي
زه مې د خپلې بېوسۍ وير کړم
لکه يتيم چې څوک په ژړا کړي.
¡¡¡
د لمر شغلو نه لاسونه تاو کړم
وايم لمرونه ټول تاته درکړم
خو وړانګې نه وي، هغه هم ته يې
د عشق ګلونه ټول تاته درکړم.
",مات ستوري
1543,,"
",
1544,نذير احمد نذير,"
تا نه زېږېدلى يم، د تا په شيدو لوى ومه
ما مګر ته هېره کړې، خو ستا هماغه زوى ومه
لوى شوم د اولاد څښتن شوم، ته مې مورې پرېښودې
ستا د مرستې نه شوم، زه د نورو مرستندوى ومه
هره رشته، هر تړاو مې ځار له څو پيسو نه کړل
حرص وو د حلال او د حرام په جستجوى ومه
ته د نس په سر د دفتري ښځو مزدوره وې
تا ته شرمنده يم زه په دې خبره پوى ومه
راغلم درته شل او شوټ، تا بيا په غېږ کې ونيوم
ټولې دنيا پرېښودم ستا بيا هماغه زوى ومه. ",زوى
1545,نذير احمد نذير,"
ستا لياقت نه لرم، ګرانې بېسواده يمه
زه د رقيب په وړاندي پاتې له جهاده يمه
زما ښايست، قوت زما سره کومک نه شي کړاى
ځکه بې برخې ستا د حسن له هر داده يمه
زما په رګ رګ کې بهېږي، لکه وينه مينه
بيا هم د خلکو په نظر ډک له فساده يمه
د مور مې زړه راباندې سوځي ارزښت نه راکوي
که هر څو زه يې هم له ډلې د اولاده يمه
خدای ته بنده له هر څه ګران وې نې هېرېږي خو زه
احساسوم چې د خداىY هم وتى له ياده يمه. ",بېسواده
1546,نذير احمد نذير,"
په څلور لارې کې ولاړ وم، هر سهار ملګريه
ګوندې څوک راشي چې مزدور يې وي په کار ملګريه
هسې هم نه ده چې سواد مې نشته کار مې نه زده
هر څۀ مې زده دي،خو نصيب مې دى ډېرخوار ملګريه
تنها د ګېډې د دوزخ غم دى چې نه ډکېږي
تنها همدغه رانه ورکه کړله لاره ملګريه
څو کسان راشي، څو کسان مزدوران پورته کړي خو
ما ته ووايي چې همدا مې وو په کار ملګريه
په همدې تمه لس بجې شي د غرمې مهال شي
زه لا هماغسې ولاړ ومه وزګار ملګريه.
",مزدور
1547,,"
",
1548,سيد جيلاني جلان ځاځى,"
ستا يادونه مې ژوند سيورو سره ګرځي
زورور خو له کمزورو سره ګرځي
د موسکا د سپينو پاڼو وړ دې نه يم
آينې کله مختورو سره ګرځي
مونږه ومينځل د زړو پر ګلابونو
خو د وخت ښکلې له نورو سره ګرځي
هره شپه دې لټوم د اسمان چت کې
نظرونه مې د ستورو سره ګرځي
يوه ورځ به جلان هم د زهرو ژى شي
چې جانان دې زهرخورو سره ګرځي.
",غزل
1549,عصمت الله زهير,"
ناست شاړو قبرو ته د رنګو سړى
اوسي په لمبو کې د اوبو سړى
ناز به دې څوک اخلي د وړو شونډو
ښار کې پاته نه دى د کيسو سړى
پرېږده د مقتل لارې ودانې سي
شو بې اعتباره د سجدو سړى
ژړ فصلو کې اوسو د خوږو دردو
کډه سو وختي د دې کوڅو سړى
ژوند ورپورې ټوکې ډېرې کړې دي
څوک دى بې څرمنې، بې لاسو سړى. ",غزل
1550,عصمت الله زهير، پښين,"
څه پڅ تېغونه، يو څه تورې، يو يې سپر پاته دى
د يون سړى مې سو ستومان، يو څه سفر پاته دى
بيا مې دربولي د دار شوق ته منصورۍ سرکښي
هر څه مې لوټ سو، يو پښتو ده، يو مې سر پاته دى
دا چې لمبې پورې کوو د چنارو په کلي
په سرو سکروټو کې ګلاب دموږ وډر پاته دى
شناخت د قوميت تاريخ د باد سره راباد مې نه کي
پروني خلک، څه تعلق، څه مې ټبر پاته دى
د سپين مرغه د پال خوبونه د موږ هېر شو ”زهير“
اتڼ، دريه، دموږ پردي منګى ګودر پاته دى. ",غزل
1551,عصمت الله زهير، پښين,"
ستا د نور د رڼا کور ته ماتې څنې نجلۍ ما ته
تخنوي ستاره بې خونده، سپينه ژيره ”خيام“ شا ته
دا چې ټال د رڼو څاڅکو جوړوي نازکې ګوتې
سْر و تال د سْوز و ساز دى، وير ژړا وړي و خندا ته
شلوي څوک کفن به ځانته د خوشبو له پېراهنه
بې خپړو مړوندونه، نه جوړېږي و دعا ته
رندانه ګناه مخمور کړ، کنې تور بې خوند ماښام و
کړم لاهو يې په سيندونو، مينځي ځان سپوږمۍ رڼا ته
ډک شکورونه د رنګونو، کنډولي ډک د شرابو
وي بې خوند مازيګرى مې د غمګين ماښام و خوا ته.
",غزل
1552,سعادت,"
زموږ فطرت سپېڅلى، ډېر راته سپېڅلي ښکاري
ناوليو خلکو ته مدام خلک ناولي ښکاري
دا لېوني چې ماشومانو پسې منډې وهي
هغو ويشتلي په ډبرو دردېدلي ښکاري
شيخ په خوله وايي: الله هو دننه هېڅ نه لري
هغوى چې ډېر څه لري زړونو کې ډېر غلي ښکاري
وېرېږم مينه مې کمزورې نه شي نه درځمه
چې ورختلي ستوري کله ورته ښکلي ښکاري
څو غشي سره دي ”سعادته!“ د انسان په وينو
تازه له کوم نازکه جسمه راوتلي ښکاري.
٣٠⁄ ٣⁄ ١٣٨٣
کابل پوهنتون ",غزل
1553,اجمل تورمان,"
چې له شرمه تکه سره شې
زه پوهېږم چې څه وايې
پېغلتوب دې راته ټوله کيسه وکړه
خو ارمان دى
چې حالاتو مې تړلي
د ځوانۍ دا شوخ لاسونه.
³³³
وېره
زه مې د قبر شناخته خپله ليکم
ځکه ډارېږم چې د وخت له وېرې
زما ژوندليک به
پښتو ونه ليکي.
³³³
د شنو سترګو رنګ دې راکړه
چې ژوندى شم
که نه
څنګه به سپرلى شم.
³³³
ډالۍ
تا به دعا کوله
چې خداى دې ماته کړه د زړه هنداره
راشه
قسمت په کاڼو ويشتې ده، اوس روغه نه ده
د افغاني کميس ټبر ته دې
ټوټې يوسه.
³³³
تکل
دا ستا د مينې غره ته
د ورختلو تکل ما کړى دى
نو ځکه ځکه مې د اوښکو رمه
پر مخ روانه ده
شپېلۍ
غږوم.
",تړلي لاسونه
1554,سيف الرحمن، كابل,"
شپه نژدې نيمايي ته رسېدلې وه، اكرم د خپلې اوږدې ساه په ويستو له خوبه راويښ شو. حلق يې وچ كلك، سترگې يې سره نښتې وې او خپل بېواكه او مړاوي لاسونه يې د بالښته شا ته وټپرول. د اوبو پر جيك يې لاس ولګېد، راپاڅېد او څو غوړپه يې تر ستوني تېر كړل.
كله چې يې جيك بېرته پر ځمكه ايښاوه، نو غوږونه يې بوڅ كړل، يو څه يې تر غوږ شول، خپله مور او زوى يې تر نظر تېر كړل او كله چې پوه شو هغوى ويده دي، نو په بېړه راپاڅېد او له خونې څخه ووت.
دباندې د څوارلسم ښكلې سپوږمۍ د هغه سترګې وبرېښوولې. د كلي د سپيو پرله پسې غپا نژدې غوږونه كڼول.
پنځه دېرش كلن اكرم بزگر و او د كلي جومات ته څېرمه په يوه كور كې چې دوې كوټې يې درلودې، له خپلې سپين سرې مور او يوه اووه كلن زوى سره اوسېده. پلار يې په دې نړۍ كې نه و او ښځې يې هم د چنګاښ د ناورغۍ له كبله د مرگ په وړاندې ماتې خوړلې وه.
اكرم په داسې حال كې چې سترگې يې موښلې، د خپل كور په برنډه كې روان و، چې ناڅاپه غږ پرې وشو: ودرېږه!
د شپې په چوپتيا كې دا غږ دومره ډډ او وېروونكى و، چې اكرم يې سره ولړزاوه او دوه گامه شا ته لاړ. وروسته يې چې كله د غږ خوا ته مخ واړاوه، نو يو سړى، چې تور مول يې وهلى او ټوپك يې د ده خېټې ته نيولى و وليد. زړه يې په ټوپونو او په غوږو كې يې بونگ- بونگ جوړ شو.
خو اكرم حيران و، ځكه د اواز څښتن يې وپېژاند، خو له وېرې يې څه نه شو ويلاى. زړه يې غوښتل چې خپله ټوپكچه راواخلي او د دې سركوزي په خېټه كې د وينو لارې جوړې كړي، خو وسله وال ورته ويلي وو چې كه له ځايه وخوځي، نو مرگ به يې تر ستوني نيسي.
څو شېبې وسله وال او اكرم د بُت په څېر ولاړ او يو بل ته يې سترگې نيولې وې. دوى لا همداسې ولاړ وو چې له مخامخ خونې څخه چې اكرم په كې نژدې درې منه ترياك ايښي وو، دوه كسه چې هغوى هم تور مولونه وهلي او په داسې حال كې چې يو غټ دېګ يې په لاس كې نيولى و راووتل.
اكرم په داسې حال كې ځان ونه شو زغملاى او دا ورته يو ډول بې غيرتي ښكاره شوه، چې يو څوك دې ترې د سترگو په وړاندې كوم شى يوسي او بيا ترياك، چې من يې نژدې يو نيم لكو ته رسېدلى و. ځكه خو نو د كلي خلكو سره زر بلل.
غله له كوره د وتو په حال كې وو او هغه وسله وال، چې اكرم پېژندلى و، د پخوا په شان د ټوپك خوله د اكرم خېټې ته نيولې او پر شا تله. غله لا وتلي نه وو، چې اكرم پر وسله وال ورمنډه او چيغه كړه: ”برياليه!... ته خو مې د اكا زوى يې... د خداى...“
بريالى پوه شو چې ويې پېژندلم. تندى يې گونځي كړ، داسې لكه سترگې چې پټوي، د ټوپك پر ماشه يې بې واره گوته راښكله او د ټوپك له خولې يې څو ظالمې لمبې ووتلې، چې د اكرم په ښي تشي كې يې نېغې لارې وكړې. ",ترياك
1555,,"
کابل : د ليندۍ ٢٨ ، ١٣٨٣
د ملگرو ملتونو له خوا په يوۀ خپارۀ شوي بيان کې رغلي دي چې ايران د افغانستان د اسلامي گوند د مشر گلبدين حکمتيار شتمنۍ کنگل کړي او وايي ښاغلي حکمتيار په ايران کې د خپلو شتمنيو په برکت په افغانستان کې ترهه گر اعمال کول .
ايران دا نه دي ويلي چې په څه ډول دغه پيسې له ايرانه افغانستان او هلته بيا گلبدين حکمتيار ته رسيږي .
گلبدين حکمتيار د طالبانو د حکومت له نړيدو وروسته له ايرانه وايستل شو . دۀ ته په پاکستان کې هم ځاى نه و او اوس د افغانستان له حکومت سره د مخالفتونو له امله پټ دى .
",ايران د يوۀ افغان مشر شتمنۍ کنگل کړې
1556,,"
کابل د ليندۍ ٢٨ ، ١٣٨٣
د ولسمشر کرزي په غوښتنه هغۀ جوړ شوي کميسيون تر څو غونډو وروسته بالاخر نن ( شنبه ) د ګڼو شعرونو له کتاره د ډاکټر محمد اکبر اکبر نظم غوره کړ چې د ملي سرود په توګه ومنل شي .
دغه نظم به اوس ولسمشر کرزی ويني او وروسته که د بدلون اړتيا پکې نه ليده کيده نو په رسمي توګه به اعلانيږي .
د ملي سرود لپاره د غوره شوي کميسيون يوۀ غړي چې د خپل نامۀ له اخيستلو يې ډډه کوله وويل چې د ښاغلي اکبر شعر د مانا او اهنګ له پلوه غوره و .
د يادونې وړ ده جې ښاغلی محمد اکبر اکبر د افغانستان د کندز ولايت استوګن دی . دوی ګڼ کلونه د بي بي سي له پښتو څانګې سره په لندن کې د پروډيوسر په توګه کار کړی او نن سبا په کابل کې د روزنيزو چارو د يوې موسسې چارې پر مخ بيايي .
ښاغلی اکبر د شعرونو دوه ټولګې لري او د لنډو کيسو يوه مجموعه يې هم چاپ شوې ده . د ښاغلي اکبر پلار فاتح الملک ننګ يوسفزی هم د پښتو ژبې تکړه ډرامه کښونکی دی . ",د افغانستان د ملي سرود لپاره شعر غوره شو
1557, ليكوال : سعادت حسن منټو,"
په باغ كې چې څومره ګلان وو ټول باغي شول. د ګلاب په سينه كې د بغاوت اور بلېده. د هغه يو- يو رګ د اورنيو جذبو غوندې غورځېده. هغه يوه ورځ خپله اغزنه غاړه راجګه كړه او له غور او فكره پرته يې خپلو ملګرو ته وويل : \""هيڅوك هم دا حق نه لري، چې زموږ له خولو څخه د ځان هوساينې ګټه واخلي __ زموږ د ژوند پسرلي زموږ لپاره دي او موږ په دې كې د هيچا ګډون نه شو زغملاى!\"". د ګلاب څېره د خواشينۍ له امله سوربخنه اوښته، پاڼې يې رېږدېدلې. د چانبېل په ونه كې ټولې غوټۍ ددې زوږ په اورېدو سره راويښې شوې او په اريانۍ سره د يوې بلې څېرې ته ځير شوې. د ګلاب مېړنى ږغ يو ځل بيا پورته شو : \"" هر ژوندي سرى د خپلو حقونو د ساتنې حق لري او موږ ګلان هم له دې حق څخه بې برخې نه يو. زموږ زړونه بېخي نازك او حساس دي. د تاوده باد يوه څپه هم زموږ د رنګ او بوى دنيا سوځولاى او ايره كولاى شي او د شبنم يو كوچنى څاڅكى زموږ تنده را ماتولاى شي. اّيا موږ د هغه زيږه باغوان د زيږو لاسونو تاب راوړلاى شو، چې پر هغو باندې د موسمونو بدلون هيڅ كوم اغېز هم نه كوي؟ \"". د موتيا ګل هلته بوغارې كړې \"" هيڅكله نه\"" د لاله ګل په سترګو كې وينې راغلې او ويې ويل : \""د هغه له ظلمه زما سينه داغي كېږي، زه لومړنى ګل يې چې د هغه جلاد پر وړاندې به د بغاوت بيرغ لوړوم\"". له دې وينا سره هغه له غوسې څخه و رېږدېد. د چانبېل غوټۍ اريانې وې، چې دا زوږ ولې پورته كېږي. يوه غوټۍ په ډېر ناز سره د ګلاب د بوټي خواته راپورته شوه او ويې ويل : \"" تا زما خوب را خراب كړى دى، اّخر ولې داسې په زوره- زوره چيغې وهې؟\"" ګل خيرو چې لېرې ولاړ د ګلاب په درنه وينا يې غور كاوه، وويل : \"" له څاڅكي- څاڅكي څخه درياب جوړېږي. كه څه هم موږ كمزوري ګلان يو، خو كه موږ ټول سره يو شو، نو هيڅ شك نه شته چې موږ به د خپل ځــان دښمن د پښــو خــاورې كړو. زموږ پاڼې كه خوږبويي پيدا كولاى شي، نو زهرجنه هوا هم پيدا كولاى شي ___ وروڼو! د ګلاب ملګري شئ او د ځان ګټه يې وګڼئ \"". له دې وينا سره هغه د ورورګلوۍ له جذبې سره د هر ګل خواته وكتل. ګلاب به څه ويل، چې د چانبېل غوټۍ پر خپل مرمرين بدن باندې په رېږد پيدا كولو سره وويل : \"" دا ټولې بې ګټې خبرې دي.... راشه ته ماته شعر واوروه، زه نن ستا په غېږه كې ويدېدل غواړم.... ته شاعر يې، پر ما ګرانه راشه، موږ بايد د پسرلي دا رنګينې ورځې په خوشو خبرو كې تېرې نه كړو او هغې نړۍ ته لاړ شو، چېرې چې خوب- خوب دى.... خوږ او بېغمه خوب! \"". د ګلاب په سينه كې يوه لمبه راپورته شوه، د هغه نبض زيات په غورځېدو شو. هغه داسې وګڼله چې ګوندې هغه كومې ژورې كندې ته څوړېږي. هغه د غوټۍ د وينا د اغېز د ايسته كولو په هڅه كولو سره وويل : \"" نه، ما د جنګ ډګر ته د ورتللو لوړه (قسم) كړې ده. اوس دا ټول داستان زما لپاره بې ګټې دى\"". غوټۍ د خپل تنكي بدن په اړخ اړولو سره په خوبوړې لهجه وويل : \"" اوه، زما ګرانه ګلابه! داسې خبرې مه كوه، زه ډارېږم ..... د سپوږمۍ شپو ته پام كوه.... كله چې زه خپلې جامې وكاږم او تر دغې روڼې فوارې لا ندې لمبېږم، نو ستا پر بغورو به د سوربخونې كرښې ماته څومره ښې ښكارېږي او ته به زما د زرو شونډې څنګه په لېونتوب ښكلوې..... پرېږده دا بې ځايه خبرې، زه ستا پر اوږو باندې سر ږدم او ويدېږم \"". او د چانبېل نازكه غوټۍ د ګلاب له رېږدېدونكي بغور (رخسار) سره ولګېده او ويده شوه ___ ګلاب نشه غوندې شو. تر څو شېبو پورې شاوخوا نورو ګلانو نارې وهلې، خو ګلاب راويښ نه شو....هغه ټوله شپه نشه و. سهار وختي باغوان راغى. هغه د ګلاب د ګل له ښاخه سره د چانبېل غوټۍ نښتې وليدله. هغه خپل زيږ لاس ور وړاندې كړ او دواړه يې پرې كړل ...... ",د ګلونو پلان
1558,كوكو رشاد,"
ته يوګل وې د عــــــــــــــــــــــــرفان ورژېدلې
ته غمخور ددې اولس وكـــــــــــــــــــوچېدلې
تا ټول عمــــــــــــــــر و وقف كړى و اولس ته
ددې خلكو په غمــــــــــــــــــــــــوكي ربړېدلې
ستاوه هيله چي ټول خلــك فهميــــــده شي
شپه او ورځ ددوى لپـــــــــــــــــــــاره كړېدلې
تا د مرګ په ساعت هم فراغـــــــــــــت نكړ
تا پر وخت د زكنــــــــــــــدن پاڼي ليــــــكلې
د هيواد دعلم تــــــــــــــــــــاج د ادب ګل وې
رنځورانو ته د جهل لوى درمــــــــــــــــل وې
ته ددې ميني وتلى علامــــــــــــــــــــــــــــه وې
ددې سيمي د تيارو بله ډيــــــــــــــــــــوه وې
تا د علـــــــــــــــــــــــم تږي ډير دي اوبـه كړي
ته د پوهــــــي د سحرونو مجموعــــــــــه وې
تا په علم باندي پـــــــوه ډير ناپوهـان كړل
ددې خاوري د اسمان رڼه مشعــــــــــله وې
توره شپه كي دي دلمـــــر په شان رڼا كړه
د ايشيــــــــــــا د زړه منلى نابغـــــــــــــــه وې
د افغان د سيمي لوى عالـــــم پښتون وې
پښتونخــوا كي ته سپېدي د سباوون وې
ته ډيوه د فضيــــــلت وې ددې خـــــــــاوري
هم سينــا هم بيـــروني وې ټول دې واوري
ها چي نيم قرن يې خــــــــدمت كړ ودې ملك ته
د هغه په ياد به نن لا اسمـــــــــــــــــــان ژاړي
ليكوالان او اديبـــــــــــــــــان سره را ټول دي
دې نامور او مورخ ته جنــــــــــــــــت غواړي
ها د علم تاج چي نن ولاړى په ګور شو
د هغه په لوړ نامه به افغان ويـــــــــــــــــاړي
ستر استاد د پښتو ژبي حبيبـــــــــــــي ولاړ
لوى ليكوال او پوخ څېړونكى د دري ولاړ
20- 2- 1363 لمريز خيرخانه مينه كابل ", علامه ارواښاد عبدالحي حبيبي ته
1559,باركوال مياخېل,"
يوه ورځ شېخ چلي په سيل ووت او تر ډېره لري پوري لاړ ، چي د ډېر مزل په سوب يې په پښو درد شو او د يوې وني سيوري ته يې دمه وكړه . چي ناڅاپه يې نظر تر غره لا ندي په پراته ځناور ولګگېده ، د شېخ چلي نظر كمزورى و، هغه داسي وګڼله چي ګوندي دغه ځناور خر دى ، خو هغه ځناور ببر شېر و، چې ښه ډېر خوراك يې كړى و، او ويده و، شېخ چلي راغى او د هغه پر ملا وركښيناست او تر دواړو غوږونو يې ټينـګ ونيو او د تـګ يې ورته وويل . ببر شېر چي دوه سړي يې خوړلي و، او په ډېر ژور خوب كي لاهو و، را ويښ خو شو ، خو ولي خوبوړى غوندي په نه زړه مخ په وړاندي روان شو. شېخ چلي د ببر شېر پر ملا ناست چې تر خپل كلي پوري ورسېد نو خلكو لـه كړكيو او دروازو څخه سرونه ورته راو ايستل چي ويې كتل نو د ټولو خلكو خولې لـه حيرت څخه وازې پاتي شوې، هغوى څه خبر و چې شېخ چلي دومره زړور سړى دى چي هغه يو سړي خور شېر د ځان غلام جوړ كړى دى او راوستى يې دى . د كلي خلكو دستي يو لوى قفس ورته راوړ او مخ ته يې ورته كښېښود ببر شېر قفس ته ننووت او ويده شو. شېخ چلي هم ورغى او د ببر شېر تر څنـګ پرېووت ځكه هغه ته هم خوب ورته ، خو خلكو هغه لـه قفسه راويوست او پر خپلو اوږو يې اوچت كړ. "" تاسو زه په كومه خوښي كي پر اوږو اخيستى يم ؟ .
شېخ چلي په پرېشانۍ سره پوښتنه وكړه . خو چي كله خلكو هغه ته وويل چي تاببر شېرنيولى دى ، نو شېخ چلي د ببر شېر د نوم په اورېدو سره بې هوشه شو. خلكو د هغه په هوش كي د راوستلو هڅي پيل كړې ، ټولو داسي ګڼله چي ګوندي شېخ چلي لـه خوښۍ نه بې هوشه شو. سمدستي د شېخ چلي د زړورتيا لـه دې كار نه پا چا خبر شو ، پا چا دستي خپل وزير ته حُكم وركړ ، چي زموږ په هيواد كي دومره زړور سړى شته نو ولي يې موږ د ملي لښكر سر لښكر ( د مخ سړى ) نه جوړ وو ، لنډه دا چي شېخ چلي يې په ډېر عزت و احترام سره د لښكر مشر وټاكه ، اوس نو شېخ چلي هم دومره كم سړى نه و، دده د دومره عزت په سوب د دربار نور كينه ګر درباريان ډېر سوځېدل ، دغو درباريانو په ګډه يو پلان جوړ كړ اود پاچا غوږونو ته يې دا خبره ورسوله چي پاچا سلامت د هيواد پوله ( سرحد) نه ده ساتل شوې او د څنګلوري ( ګاونډي) هيواد پاچا اكثره ير غل كوي او زموږ هيواد او خلكو ته زيانونه رسوي. ددې د مخنيوي لپاره همدا وخت دى . ماشاء الله ستا د لښكر مشر شېخ چلي هم ډېر زړور او قوي جنګيالى دى . ته خپل فوځ دده په مشرۍ كي د هيواد پولي ته ولېږه، انشاء الله د سر لوړۍ اوګټي وياړ به تر لاسه كوي او راځي به . پاچا چي د دوى داخبري واورېدې نو خورا زيات خوشاله شو، شېخ چلى يې راوغوښت او ورته ويې ويل : چي ستا دزړه ورتيا سهي امتحان به اوس وي . ته زموږ فوځ لـه ځانه سره د هيواد پولي ته بوزه او د څنګلوري هيواد لـه پاچا سره جنـګ وكړه .
په دې مهال كي د هيواد ځينو غدارانو د دښمن هيواد پاچا ته خبر ور واستاوه ، چي ستا پر هيوادباندي ير غل كېدونكى دى، ته لـه خپل دوه ګون فوځ سره د خپل هيواد پولي ته ځان ورسوه او جنـګ ته ځان تيار كړه .
اوس نو څه و د دواړو ډلو فوځونه په وسلو بار د جنـګ په ډګر كي سره را ټول شول . شېخ چلي ته نه وه څرګنده چي جنـګ څه شى دى ، هغه كله هم د جنـګ حالت يا څېره نه وه ليدلې، ځكه هغه په خوښۍ سره پر خپل اس باندي تر ټولو مخكي مخكي تلى ، ناڅاپه يې نظر د جنـګ په ډګر كي څلورو خوا وو ته د ام په لګېدلو ونو وښنوت . د ونو په څانګو پوري پاخه پاخه امونه راځوړند و، اوس نود شېخ چلي خوله امو ته اوبه اوبه كېده . هغه نه يوه كړه نه بله سمدستي يې د امو ونو ته غشي ور خطا كړل ، كله چي امونه را ولوېدل نو هغه خورا په خوند سره د امونو په خوړلو بوخت شو.
اوس لږ فكر وكړئ چي د دواړو هيوادو فوځونه په وسلو بار مخامخ جنـګ ته تيار ولاړ دي ، خو د فوځ مشر شېخ چلي د امونو په خوړلو بوخت و، ځينو خلكو چي دغه منظر وليد نو ويې خندل او ځيني پر دښمن باندي د يرغل كولو لپاره ولاړ و.
تر دې منځ شېخ چلي ته ددښمن فوځ په سيمه كي يوه بله د ام ونه په نظر ورغله . ده چي د امو د راغورځولو لپاره كوم غشى د ام وني ته ورخطا كړ نو هغه مخامخ د ام په ونه كي لګېدلې د شاتو د مچيو پر ځاله ولګېد. د شاتو مچۍ لـه خپلي ځالي نه په ډېر زوږ او بوڼېدو سره را ووتې او هغو د دښمن فوځ په چيچلو چيچلو سره چيغو او بوغارو ته اړ ايست . ټول فوځ سره وشيندل شو ، ځيني خلكو د افسوس اظهار كاوه او د اوبو په تالاو كي ډوب شول او پاتي يې د ناكامۍ بېرغ په لاس مخ پر شا و تښتېدل د شېخ چلي فوځ چي دغه حالات وليد نو په اسانۍ سره يې پر دښمن هيواد قبضه وكړه او دښمن پاچا يې ونيو او لاس تړلى يې د خپل هيواد پاچا ته راوست .
اوس نو څه وو چي په ټول هيواد كي د خوښۍ نغمې اوسندري زمزمه كېدلې ، پاچا نژدې و چي لـه ډېري خوښۍ نه لېونى شوى واى ، د ټولي سر لوړۍ د ستار ( پټكى ) يې شېخ چلي ته ور وتاړه ، او شېخ چلي يې د هيواد واكمن كړ، د هيواد تر واكمنېدو وروسته شېخ چلي كوم بل هيواد ته وتښتېده ، ځكه هغه ته څرګنده وه چي د هري ورځي دا بې عقلي هغه ته د سر لوړۍ د ستار نه شي ور په سر كولى .
د پالنې مجلې له پنځمې ګڼې څخه په مننه ",شېخ چلى (فولكلوريكه كيسه)
1560,,"
",
1561,,"
ارواښاد استاد علامه عبدالحى حبيبي
په كندهار كښي د احمد شاه با با د زمانې راهيسي د كاكړو يوې مشهوره كورنۍ افغاني ټولني ته ډير درانه پوهان او ستر روښان فكران وړاندي كړي چي د هغو دجملې څخه يو هم ارواښاد عبدالحى حبيبي صاحب و . ښاغلى حبيبي صاحب د عبدالحق كاكړ كندهاري زوى په ديارلس سوه اته ويشتم هجري سپوږميز كال كښي د كندهار په لرغوني او باستاني ښار كښي وزيږېد .د ارواښاد د مادي ژوند نسبي ښه حالت هغه ته اجازه وركړه چي د هغه وخت په ښوونځيو كي تر پنځم ټولګى پوري زده كړه وكړي او كله چي په ديارلس سوه شپږم لمريز كال كي د ښووځى څخه فارغ شو نو د ښوونكي په توګه مقرر شو . څرنګه چي محبوب استاد د پياوړي استعداد خاوند و نو ډير ژر يې په ليكلو او شعري پارچو پيل وكړ .
په پښتو ژبه كي د ادبياتو د تاريخ ليكنه تر ټولو لومړى ارواښاد استاد علامه حبيبي صاحب پيل كړې ده ، په ديارلس سوه دولسم لمريز كال كي چي دى په كندهاركي د طلوع افغان د جريدي مديرو ، په هغه جريده كي يې د پښتو ژبي شاعرانو پېژندګلوي ته دوه خاص ستونه
خاص كړل . پياوړي استاد د پښتو ادبياتو او د پښتو ژبي د تاريخ په روڼولو كي ډير ستر موفقيتونه ګټلي دي او د لويي برخي خاوند دى . ددې كار اغاذ او ادامه تر ډيره حده دده د همت او زحمت د وجي دده د قلمي او علمي خدمت پله يې ډيره درنه كړې ده . او همدا راز ارواښاد د ادب د دنيا خوري وري څانګي راټولي كړي او دنوي پوهي په رڼا كي يې د هنر او د ادب و مينه والو ته ډالۍ كړي چي په دې كار سره يې د لرغوني هيواد د تاريخ اصلي جوهر او تاريخي وركي زېرمي رابرسيره كړي او په خپل بي پايه هاند او هڅو يې څه د پاسه يو سلو دو ديرش ډير مهم شتمن تاريخي او ادبي اثار ليكلي او يا خويې پر هغو داسي سريزي ورزياتي كړي چي واقعا يې د نامالومو ادبي ، تاريخي او تصوفي اثارو زيرمي خلكو ته روښانه كړي.
لوى استاد نه يوازي داچي د مطبوعاتو په روزنيز اړخ پوه و بلكي عملا يې دغه لاره پاللي او ټينګه تعقيب كړې ده په تېره بيا د ملي ژبي پښتو د احيا او پرمختيا كښي دده هڅي خورا درنې وې ، نه يوازي دا چي دى په پښتو ژبه كي يو پياوړى ليكوال و بلكي په فارسي ژبه كي هم يو پوخ ليكوال و او په دواړو ژبو كي ډير مهم او پاخه اشعار لري او د دواړو ژبو يو خوږ ژبى شاعر او ادبي ليكوال و سربيره پردې چي قدرمن استاد د پښتو او فارسي ژپو يو پياوړى ليكوال و خو ده په انګليسي ، عربي او اردو ژبو كي هم لوى لاس درلود .
پياوړى استاد په خپل ژوند كي يو لړ ارزښتناكه دندي هم تر سره كړي دي چي نوموړي په ديارلس سوه اووم هجري لمريز كال كي د طلوع افغان د جريدې مرستيال او وروسته تر درو كلونو د هغې جريدې مسوول شو او همدا راز اروښاد د پښتو ټولني لوى مدير ، د طبوعاتو د مستقل رياست مرستيال ، د پوهني د وزارت مشاور ، د كندهار د پوهني ريس ، په چمن كي د تجارانو وكيل ، د ادبياتو د پوهنځى ريس ، د كابل مجلې مسوول چلوونكى ، افغانستان د تاريخ د ټولني ريس او د كابل په پوهنتون كي استاد پاته سوى دى .د افغانستان د تاريخي خاوري او دكندهار د فرهنګي او باستاني بېدياوي ددې علمي او ادبي شخصيت علمي ، تاريخي ، ادبي ، ژبني او ټولنيز ميراث به د افغانستان د خپل اولس او د هنر او ادب د مينه والو په منځ كښي د يوه مدني ميراث په توګه تر نسلونو نسلونو پوري په ډير ارزښت او درنښت سره پاته وي .
د ادب ډيوه مړه شوه
ته يوګل وې د عــــــــــــــــــــــــرفان ورژېدلې
ته غمخور ددې اولس وكـــــــــــــــــــوچېدلې
تا ټول عمــــــــــــــــر و وقف كړى و اولس ته
ددې خلكو په غمــــــــــــــــــــــــوكي ربړېدلې
ستاوه هيله چي ټول خلــك فهميــــــده شي
شپه او ورځ ددوى لپـــــــــــــــــــــاره كړېدلې
تا د مرګ په ساعت هم فراغـــــــــــــت نكړ
تا پر وخت د زكنــــــــــــــدن پاڼي ليــــــكلې
د هيواد دعلم تــــــــــــــــــــاج د ادب ګل وې
رنځورانو ته د جهل لوى درمــــــــــــــــل وې
ته ددې ميني وتلى علامــــــــــــــــــــــــــــه وې
ددې سيمي د تيارو بله ډيــــــــــــــــــــوه وې
تا د علـــــــــــــــــــــــم تږي ډير دي اوبـه كړي
ته د پوهــــــي د سحرونو مجموعــــــــــه وې
تا په علم باندي پـــــــوه ډير ناپوهـان كړل
ددې خاوري د اسمان رڼه مشعــــــــــله وې
توره شپه كي دي دلمـــــر په شان رڼا كړه
د ايشيــــــــــــا د زړه منلى نابغـــــــــــــــه وې
د افغان د سيمي لوى عالـــــم پښتون وې
پښتونخــوا كي ته سپېدي د سباوون وې
ته ډيوه د فضيــــــلت وې ددې خـــــــــاوري
هم سينــا هم بيـــروني وې ټول دې واوري
ها چي نيم قرن يې خــــــــدمت كړ ودې ملك ته
د هغه په ياد به نن لا اسمـــــــــــــــــــان ژاړي
ليكوالان او اديبـــــــــــــــــان سره را ټول دي
دې نامور او مورخ ته جنــــــــــــــــت غواړي
ها د علم تاج چي نن ولاړى په ګور شو
د هغه په لوړ نامه به افغان ويـــــــــــــــــاړي
ستر استاد د پښتو ژبي حبيبـــــــــــــي ولاړ
لوى ليكوال او پوخ څېړونكى د دري ولاړ
20- 2- 1363 لمريز خيرخانه مينه كابل ",د پښتو ادبياتو د تاريخ ليكلو بنسټ ايښوونكى ( علامه حبيبي )
1562, حيات الله رفيقي,"
كه په دقيق ډول يو اثر او يا يو هنري پديده وكتل سي په حقيقت كي به هغه د شكل او مضمون د وحدت نتيجه وي چي ددوى په منځ كي د هنري ارتباط كړۍ يا مزي را ټينګوي . لكه چي د ټولنيزو او ادبياتو يو پوه ( فيستر) په خپل كتاب (ضرورت هنر در روند تكامل اجتماعي) كي ليكي چي د مضمون تر منځ نه شلېدونكي يوالى په ډير قوت موجود دى .
او هغه څه چي موږ په اثر كي ورته شكل وايو د محتوا يا مضمون د مادي حالت يو تعادل راښيي ، چي دا تعادل بيا ډير وخت تغير كوي ځني وخت په نامحسوس ډول او كله بيا د عمل په شدت سره ضديت پيداكوي زوړ شكل د منځه وړي او يو نوى شكل رامنځ ته كوي ، خو لكه څنګه
چي پورته اشاره ورته وكړل سول د شكل او مضمون تر منـــــــــــــــــــــــــځ نه جلاكېدونكي اړيكي موجودي دي . دا پيوستون ، اړيكي او انډول لاپخوا د پښتو ژبي تكړه شاعرانو راوړى او ذكر كړى دى چي يو ښه مثال يې د پښتو ژبي وتلى شاعر كاظم خان شيدا دى ، دى پدې هكله باندي داسي وايي:
مضمون د شعر لكه پيكر دى رنګين الفــــــاظ يي رخت او زېور دى
ورته ضرور دي دا دواړه څيـــــــــــزه پيكـــــر كه هرڅومره دلربـــــا تــــر دى
په دغو ابياتو كي كاظم خان شيدا دا موضوع په عملي ډول څونه په ښه ډول ترسيم او انځور كړېده .
خو دلته داهم بايد په نظر كي ولرو چي هر اثر د خپلي چټكي ودي په نتيجه كي شكل اړه وي خو مضمون بيا د شكل ټاكونكى ګرزي
چي بيا هم ددوى دواړو اړيكي يو د بله لازم او ملزوم دي چي په اصل كي دا ، انډول او اړيكي د ساده او لومړنيو پېژندګلويو په نتيجه كي په ښه ډول راڅرګنديږي خو په هر صورت پدې هكله باندي د ادبي پوهانو نظريات يو ډول نه دي چي ځني پوهان وايي چي په هره پديده كي د مضمون په پرتله د شكل موجوديت ځنډنى او د مضمون د تكامل څخه وروسته دى .بايد چي شكل او محتوي د هري پديدې يو متعادل او متناسب حالت رامنځ ته كړي ، مګر مضمون ګړندى مخ كي دى خو شكل بيا وروسته او اخيرنى دى چي ددوى تر منځ يعني د شكل او مضمون تر منځ تضاد رامنځ ته كيږي .
نو همدا سبب دى چي نوى مضمون يا نوي محتوا د خپل ځان د هويت د څرګندولو دپاره و يوه نوي شكل ته اړتيا لري چي د تضاد قانون په لحاظ زوړ شكل نور له منځه ځي او يو نوى شكل اختياروي . چي دا مسئله هم د پښتو په اشعارو كي ښه او په څرګنده توګه ليدلاى سو . كه موږ د پخوانيو شاعرانو وڅېړو هلته به راته څرګنده سي چي ځنو شاعرانو په اشعارو كي د شكل د رويه په هغه وخت كي داسي الفاظ راوړي دي چي اوس يا هغه د استعماله لوېدلي او يا پكه ښكاري چي اوس هغه خپل هنري خوند او ښكلا د لاسه وركړې ده او هم يې د محتوا او شكل د رويه تعادل نه دى مراعات كړى . يعني شكل يې وروسته پاته معلوميږي او محتوا يې تر شكل قوت ناكه او ځواكمنه راغلې ده . او هم يې د ټولني په لحاظ د شكل او مضمون تر منځ تضاد ليدل كيږي چي د ټولني غوښتنه نه ده پكښي مراعات سوي .
د يوه بل نظر خاوند يعني د فرماليزم د مكتب پلويان بيا د مضمون په پرتله زياته پاملرنه و شكل ته كوي .
مګر ځني نور بيا د شكل په نسبت و محتوا يا مضمون ته په زيات اهميت قايل دي . دغه دواړه ډلي د اثر د شكل او مضمون د ارتباط او انډول څخه منكر دي او دا نظر كورټ ترديده وي او ني مني .
ځني بيا د خاصو شرايطو او چاپيريال تر تاثيراتو لاندي د هنري اثر مضمون ته پاملرنه نه كوي او بله ډله بيا وايي چي بايد په هنري پديدو كي خصوصا په شعر كي فورم يا قالب ته جدي او هر اړخيزه توجه وسي ځكه چي د قالب د هنري اړخ يعني د ښكلا له لاري كولاى سو چي محتوا يا مضمون په ښه ډول څرګند او ولېږدوو .
خو په واقعيت كي د نوي او اوسني ادبياتو پوهان د پورته نظرياتو كمواكي په ګوته كي او وايې: په هر هنري اثر كي كه يو اړخ يعني شكل او بل اړخ يعني مضمون يو نسبت و بل ته كمواكه او يا بل وهغه بل ته ځواكمن وي او يا يې ځواكمن كړي دا به د هغه اثر هنر او ښكلا ته سخت زيان ورسوي خو په دې شرط چي ددوى په منځ كي منطقي يوالى موجود وي نو ځكه دا خبره ډيره مهمه ده چي د دواړو طرفو موجودګي لازم او ملزوم ده .كه چيري داسي وسي چي په يوه اثر كي چي شكل د موضوع څخه ليري سي او يا يې اهميت په نظر كي ونه نيول سي په حقيقت كي به هغه اثر مړ وي او يا به خوشي او عادي خبري وي او همداسي د مضمون يا محتوا په برخه كي ، نو دلته ددوى د تعادل د منځه ځي او هغه هنري ارزښت چي موږ و شعر ته قايل يو نو هغه نه پكښي پاته كيږي او كه داسي وسي چي په يوه اثر كي دواړه خواوي په نظر كي ونيول سي مګر د قالب او شكل پله يې درنه وي مګر د مضمون او يا محتوا پله يې څه سپكه وي خو د مضمون نيمګړتيا يې بيا قوي شكل ورپوره كولاى سي ځكه چي هنري اړخ يې كه زيات وي نو كولاى سي چي مضمون د هنر په ډګر كي وځلوي او يو هنري ارزښت تر لاسه كړي په مجموع كي ددې يادوني اصلي هدف به داوي چي په هنر كي هڅيال اړخ ډير مهم او د قدر وړ دى او بايد ليكوال او شاعران دې ټكي ته پوره توجه وكړي .
خو په اخير كي بايد دا خبره څرګنده سي چي د تاريخ په اوږدو كي د شكل د پلويانو نظريات او د مضمون د پلويانو نظريات د اوسني وخت د اديبانو او څيړونكو له خوا څخه رد او د منلو وړ نه دي او دغه څيړونكو داسي نتيجه لاس ته راوړې ده چي شكل او مضمون يو له بله نه جلا كيدونكي دي او كه چيري يو له دغه دواړو څخه له نظره وغورځول سي نو د اثر موجوديت تر پوښتني لاندي راځي . نو ځكه څيړونكي ، ليكوالان او شاعران پدې باندي ډير ټينګار كوي چي شكل او مضمون يو له بله د سكي دوه مخه دي كه يو مخ يې نه وي نو سكه د چلند وړ نه ده كوټه بلل كيږي . نو ليكوال او شاعر ته دا ضروري ده چي د اثر دواړه خواوي يعني شكل او مضمون داسي تر نظر لاندي ونيسي چي ددوى په منځ كي انډول بر قراره وي . خصوصا په نظم يا شعر كي . ",د شعر د شكل ا و محتو ا تر منځ ا ړيكي
1563,علي احمدكهــــــــــــــــزاد,"
تل د ژبو څخه اوريدل كيږي او همدارنګه په مقالو كښي وايو چي افغانستان د پنځه زره كلن مدنيت او تاريخ درلودونكى دى . دغه خبرو تر تيرو څو كلو پوري تر ډيره حده پوري نرري اړخك درلود او پر نقلي اقوالو او يو څه برخه د اريائي سرودونو يا نيمه تاريخي يا نيمه افسانوي اسطورو او داستانونو باندي ولاړه وه مګر د تيرو پنځو شپږو كلو څخه راپه ديخوا زموږ دغه اتكا علمي جنبه پيدا كړه په يوه نقطه كښي د افغانستان په يوه غونډۍ چـي د(منډيګك) په نامه ياديږي داسي شواهد په لاس راغلي دي چي د پنځه زره كلن تاريخي مراتب او قبل التاريخ د افغانستان د اسېدونكو ګوښي په اثبات رسوي.
منډيګك عبارت د يوې تپې څخه ده چي د جلګه څخه (31) متره لوړوالي لري او د كندهار په شمال غرب كښي د (50) كيلومتري په فاصله كښي د كشك نخود په علاقه كي او د شاه اغا غرو ته نژدې موقعيت لري .
كه په يوه ډير پراخ چوكاټ كي يې راواخلو دغه غټه تپه د دغو دوو رودونو لكه هلمند او ارغنداب د منځ په حوزه كښي واقع ده او دغي تپې ته نژدې د كشك نخود رود يا مانده تيريږي چي يو سېلابي رودخانه ده او عموما دغه وچه وي او كله كله په باراني وختونو كي طغياني شي .
د منډيګك د غونډۍ ننى موقعيت په يوه داسي منزوي منطقه كښي انسان په حيرت كش اچي مګر په قبل التاريخ دورو كي دغه حتما د قافلو د مسير پر سر لاري كي د دوو رودخانو قرار درلودى او په مجموعي توګه ټوله هغه كښتنۍ ساحه چي د دغو دوو غټو رودونو لكه هلمند او ارغنداب حوزه
تشكيلوي په قبل التاريخ دورو كي په افغانستان كي يو د ژوند د مهمو مراكزو څخه شمېرل كېدل .
د كيندنو د كارد شروع څخه بيا تر ختمېدو پوري چي څو ورځي مخكي د ( موسيو كوزال ) چي يو فرانسوى لرغون پوه او د قبل التاريخ آثارو متخصص دى د خوا څخه اعلام شول يوولس (11) ځلي لمنداره كيندني د منډيګك په غونډۍ كي تر سره شوي او (15) پوړه آبادۍ د مختلفو تاريخي دورو يو په بل پسې كشف سوي . د منډيګك د غونډۍ (31) متره لوړوالى په حقيقت كي د پنځلسو آباديو د راټولېدني صورت اخستى دى چي د (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد په دوران كښي يو پر بل آباد سوى دى نو په دې توګه (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد (13) پوړه آبادي يو پر بل باندي په مختلفو دورو كښي منځ ته راغلي دي او د (2000) كلو څخه راپديخوا دغه تپه متروكه پاته سوې ده او په بل عبارت سره د افغانستان د اسلامي تاريخ په ټولو ادوارو كي دغه تپه غير مسكوني پاته سوې ده او تر دې حده چي (600) كاله مخكښي تر اسلام ژوندانه خپله كډه ددغي تپې څخه ټوله كړې وه او ددغي تپې د آبادي دوام ټوله (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد پوري اړه لري .
د كندهار د منډيګك د ميلاد نه مخكي مدنيت ټوله د برونز (مفرغ) په دوره پوري اړه لري ځكه چي ددغي تپې په اخري اشغال يا نيوني كښي د ژوندانه او آبادي داسي شواهد د تپې د مخ څخه په لاس راغلي دي . دغه اثار د اوسپني د دورې د اثارو څخه يو ډير كوچنى او ناچيزه شيان دي چي لاس ته راغلي دي چي د ديوالو دابادۍ طرز پخسه يي دى بنا هغه خلګو چي په كراره كراره سره د منډيګك په تپه كښي ژوند كوى د هغو ټولو ژوند د اوسپني عصر څخه دمخه و او د منډيګك تپه علي العموم ددي تپې او منطقي د اوسيدونكو د تحول مراحل د مفرغ دوره معرفي كوي .
د منډيګك د تپي د اشغال د اولي مرحلي څخه چي پوره (5000) پنځه زره كاله تيريږي ډير لمړني شواهد او اثار په لاس راغلي دي چي عبارت دي د ډبرينو بسيطي ادواتو او د حيواناتو د هډوكو څخه . د لمړني اشغال او د پنځلسم اشغال په مابين كښي د هلمند او ارغنداب د حوزو اوسيدونكو د ژوندانه د تحول مختلف پړاونه ترسره كړي دي لكه: خښته يې اختراع كړل او بيا يي لمر ته وچه كړل او د كورو په جوړولو كي چي ديوالونه به يي دخښتو څخه جوړول مشغوله شوي دي او په كراره او ترتيب سره د خاورينو لوښو خاوندان سوي دي او ددغو لوښو د خميره څرنګوالي او نوعيت كرار كرار فرق كړى او ښه كيدل تر دې حده چي نقشي او رنګ سوي لوښي چي د حيواناتو او مرغانو عكسونه (چي هغه مخصوص د هغو د ميلاد نه مخكي دورو وه اونن ورځ يې نسل د منځه تللى دى ) باندي رسم سوي وه منځ ته راغلل . د منډنګك په تپه كښي د ژوندانه مراتبو لمړى نيم زراعتي او نيم كوچي جنبه درلودل او وروسته هلته مسكوني او مستقر ژوند راښكاره شو او د پخسي په ذريعه سره آبادۍ شروع سولې او وروسته بيا خښته منځ ته راغله چي تر اتمي او نهمي مرحلې پوري يي دوام وكړ او همدارنګه تيكري او سفالي لوښي نور هم ښه سول او په اتمه او نهمه مرحله كښي د تپې اشغال و خپلو عالي مدارجو ته ورسيده او ددغو مرحلو لوښي د (كويټي بلوچستان) د ميلاد نه مخكي لوسو سره څه نا څه شباهت لري .
فلزي شواهد (مس، مفرغ) د تپې د اشغال د شپږمي مرحلې وروسته په سترګو شوى دي او دهغې مشهوري كيمياوي تجزيې له مخي چي د (140) نمبر كاربن پر اصولو ولاړه ده او د امريكا په متحده ايالاتو كښي تر سره سوې ده د منډيګك د تپې ددغي مرحلې ژوند د ( 2625) مخكي تر ميلاد كلونو سره سر خوړلى دى .پسله دې چي د منډيګك د تيې د اتو مرحلو د عمراني موادو تراكم په كافي اندازه سره وو په حدود كي د (20) مترو د خپلي جلګه څخه لوړه سوې وه او يوه بله مجلله دوره و منځ ته راغلې ده چي عمراني شواهد يي د يو غټ عمارت په شكل سره چي غټي پايې لري او د خښتو څخه جوړ سوي دي نظر يې جلب كړى دي . ددغه شان عمارت وجود دمخكي تر ميلاد په دريمه زريزه كي د لرغون پوهانو د حيرت سبب ګرځېدلى دى .د منډيګك په تپه كي سربيره پر نقشي او خاورينو رنګ سوو لوښو چي د مرغانو او حيواناتو عكسونه به پر رسم سوي وه د حيواناتو كوچنۍ مجسمې او په خاصه توګه د ښځو هيكلونه هم كشف سوي دي چي د (الهه مادر) يا بغ بانو په عبادت او پرستش پوري مربوط دي . د يوې مجسمې په غاړه يو امېل يا ګلو بند دى چي په ځنځير كي دى او ددغي مجسمي دگ دوو سينو په منځ كي حريزي او نور زيورات تر سترګو كيږي . ددغو زيوراتو شته والى د دريمي زريزي په اواخرو او د څلورمي زريزي په شروع كښي د ارغنداب د سيمي د تاريخ نه مخكي مدني ژوندانه د پراخوالي مرتبې را په نښه كوي چي د افغانستان اوسېدونكي او د (موهنجوډيرو) د سند د حوزې اوسېدونكي يو شان د ژوندانه مرتبې د ميلاد نه مخكي په (5000) كلونو مخته پى كړى دى او امكان لري چي د منډيګك تپه د ژوندانه د ميلاد نه مخكي زاړه مراتب را ښكاره كړي .
ليكوال: علي احمدكهــــــــــــــــزاد
ژباړه: ضيا الرحمن رحمانــــــــي",منډيګك ١٣ ځله يو پر بل باندي آبادي د پنځه زره كلن ژوندانه تاريخ
1564,نوراحمد فطرت ، چمن,"
١٨- ډسمبر -٢٠٠٤ چمن ( سهيلي پښتونخوا)
نور احمد فطرت
حجاج بن يوسف
د خلافت اموي په حكامو كي تر حجاج بن يوسف څخه زيات هيچا ته زيات شهرت حاصل سوى نه دى مګر دا شهرت يا مشهوري په عدل او فيض كي نه وه بلكي په سياست او قهر كي وه. په تاريخ اسلام كي د حجاج قهر د قتل په ډول استعمال سوى دى. پياوړى مبارز قاضي ملا عبدالسلام اڅكزى بابا فرمايي :
پكه ځه خپلـه ورسته هندوانه واخهكډو سر لياقت نه لري د تاج
د دارا سره ملګرى سوې بې ننګه سكندر دي په خيال درغى حجاج
د يزيد بن معاويه څخه وروسته يا د يزيد د مرګه وروسته د اموي سلطنت خانه خرابه سوې وه. حالات يې د نېست برابر جوړ سوي وه دغه هم حجاج و چاچي په خپلـه بې پناه توره او په ظلم او قهر سره د اموي خاندان او سلطنت عمارت مستحكم او د سره بيا ابادكړ. په هر صورت د خلافت اموي اوبني اميه د كورنۍ دپاره په دغه وخت كښي يوه خطره لا موجوده وه. دغه خطره د مبارك عبداللـه بن زبير څخه وه ځكه زبير د حق طرفداره و. او حجاج د ظلم او قهر كړۍ كړۍ ځنځير و.
د حضرت عبداللـه بن زبير د واك او حكومت مركز مكه شريفه وه. او تقريباً تر شام پوري يې د حكومت سر حدونه رسېدلي وو. خو حجاج دا خطره او ټينـګ خطر د تل لپاره ليري كړ. د مكې شريفي محاصره يې وكړه او د حق پيرو عظيم صحابي عبداللـه بن زبير يې قتل كړ .
عراق د پيل څخه د بغاوت، شورش پسندى مركز يا اډه وه ددې ځاى سياسي بې كرارۍ ، بغاوتونه او د قانون خلاف ورزۍ كلـه هم پاى ته رسېدلي نه وې ډېر اعلٰى او جګ پوړي مشران به هم عراقيانو ته د منلو وړ نه وو. سياسي ناارامي قتل او بدحالي د عراق د ورځو معمول وو، لېكن حجاج بن يوسف د ظلم د توري په يو وار سره دا ټول بغاوتونه، ښورښونه او بدحالۍ پاى ته ورسولې. پخپلـه د هغه وخت او دوران خلك دې منظر ته حيران وو. قاسم بن سلام وايي د عراقيانو خود داري او كبر لـه يوه مخه ختم سو. دا هغه خلك وو چا چي اميرالموْمين حضرت علي وژلى او شهيد كړى و. د حسين بن علي سر يې پرېكړى و. مختار غوندي صاحب يې تر دنيا په ظلم تېر كړى و. مګر دلته كوفيان او عراقيان ددې ملعون ( حجاج بن يوسف) په مخكښي بالكل ذليل او ناتوانه سول. حتٰى په كوفه كي يو لك عرب موجود وو. لېكن دا حجاج د څه كسانو سره ورته راغى او ټول كوفيان يې غلامان كړل .
د حجاج په عراق كي اولـه خطبه د عربي ادب مشهور شئ ( توکی ) او پانګه ده. بس محض اشاره كافي ده . دده دا خطبه د خطيبانه رنګ يو بې مثالـه بېلګه ده . په تاريخ طبري كي وايي ده په خپلـه خطبه كي خپل قوم اوكوفيانو ته زياته كړه :- "" زه ګورم چي نظرونه پورته سوي دي. غاړي كښته سوي دي د سرونو فصل پوخ سوى دى . او د رېبلو موسم يا وخت راغلى دى بيايې زياته كړه. زما نظرونه هغه ويني . چي دلنګوټو او ږيرو په ميان كښي بهيږي .
كتاب راوړي حجاج چي څنګه خطبه وړاندي كړلـه هم هغسي يې وكړه . بيان سوې خبره ده چي د جنـګ جګړو علاوه حجاج بن يوسف په امن كي يو لك پنځويشت زره انسانان يا سړي قتل كړل .( عقدالفريدالبيان )
دې ملعون غټ غټ اكابر اولياء او ابدال د بېلګي په توګه سعيدt غوندي په قتل و رسول په مدينه منوره كښي يې بې شمېره صحابه كرام تر دنيا تېر كړل حضرت عبدالله بن زبير او حضرت عبدالله بن عمر په مثال يې جليل القدر صحابه قتل كړل . دې ملعون په خپلـه دوره كښي هر هغه څه وكړل . چي اسلام ورته ناجايز ويلي وو .
د مـوجوده زمـانې د استـعماري سيــاست پــه ډول دده هـم دا اصول وو چي د حكومت د قيام لپاره هرڅه اوهره خبره جايز ده او ده به ويل "" حكومت په رحم اوعدل سره نه بلكي په قهر او تعزير سره چلېدلاى شي "" .
د هغه دور او وخت ټولو علماوو عرفاوو او صلحاوو حجاج د پاك خداى قهر او عذاب تصوراوه حضرت حسن بصري به ويل:- حجاج د خداى پاك عذاب دى "" تاسي د خپلو لاسونو په زور سره د ليري كولو هڅي مه كوئ . بلكي خداى پاك ته زاري او ژړاكوئ ګوندي دا عذاب درڅخه پورته سي .
خو دغه وجه وه چي كلـه د حجاج د مرګ په اړه ځينو صحابه وو كرامو ته خبر ورسېدى. د بېلګي په توګه حضرت حسن او عمر بن عبدالعزيزته. وايي دوى دوه په سجده پريوتل او ويې ويل :- ددې امت فرعون مړ سو .
د حجاج ظلم :
په هر حالت حجاج دومره ظالم اوبدمعاش وو چې تعظيم به يې ونه سو. بيا يې سمدستي د چا د مرګ پريكړه كولـه . بې شماره صحابه كرام يې ووژل . سخت لادينه بې ځايه د قهر او استعماري سياست څښتن و. ډېري ناوياني دده په دور كي كونډي سوې بې شماره ماشومان يتيمان شول. خون وكشت چورتالان دده عامه طريقه وه حتٰى د مكي شريفي نړول هم دده يوه عظيمه غلطي بلل سوې ده . بقول شاعر :
د خليل كعبه حجاج ونړولـهدوږخي ابو لـهب زما په ګمان سوې ( ملا عبدالسلان بابا)
اوس به وګورو چې دغه جابر حاكم ملعون انسان د مرګ څرنګه مقابلـه وكړلـه. دا هغه انسان و. چاچي په زرهاوو خواران او غريبان د مرګ په كندو كښي غورځولي وو. پخپلـه څنګه د مرګ په كنده كي پرېوتى .
د حجاج ناجوړي :
شل كالـه پر عراق د حكومت كولو څخه وروسته د څلور پنځوس كالو په عمر كښي ناجوړه سو. په ( مېده ) معده كښي يې بې شماره چينجي پيدا سوه او و بدن ته يې داسي يخ ورولګېده كه چيري بې شماره د اور انګېټۍ ورته لګېدلي هم واى ګرم سوى به نه واى يعني په يخ والي كښي به يې كمي نه واى راغلې .
د مرګ په وخت كي خطبه :
چي كلـه حجاج د ژوند څخه مايوسه سو نو يې ټول د كورنۍ غړي راوغوښتل او ورته ويې ويل :- ما پورته كړى او خلك سره جمع او يوځاى كړى . خلك راغلو هم ده د معمول په ډول يو ښه بليغ پُر مغزه تقرير ورته وكړ. د مرګ او د مرګ د سختۍ تذكر يې ورته وكړ. د قبر او د هغه د جلاوالي بيان يې وكړ او ددنيا د بې وفايي ياد يې تازه كړ د اخرت د جنت او د دوږخ تذكيره يې وكړه بيا يې دا شعر ووايه :
ان ذنبي وزن المسوات والارض وظني بخالقي ان يحابى
ژباړه :- زما ګناه د مځكي او آسمان برابره درنه ده مګر زما د لوى څښتن څخه اُميد دى چي دى به رعايت وكړي .
فلن من بالرضا فهو ظنىولن امر بالكتاب عذابى
ژباړه :- كه چيري د خپلي رضامندۍ احسان ماته راكړي نو دغه زما اُميد دى لېكن كه هغه پر كتاب عدل وكړي او زما د عذاب حكم صادر كړي بيا به يې په بار بار په ډېر فرياد او زارۍ وژړل .
د حجاج د ژړا او فرياد د اموقعه دومره د حيرت وړ وه چي په مجلس كښي به ټولو په ژړا ژړا ورسره ژړل. او خپلي اوښكي به يې جنازو غوندي ګريوانونوته ايلـه كېدې.
د خليفه پرنامه خط :
ددې څخه وروسته يې ليكونكى يا كاتب راطلب كړ او خليفه وليد بن عبدالملِك ته يې داسي خط وكښى :
"" اما بعد ما ستا وزې كتلې د يو خيرخواه شپانه يا شپون په ډول مي د خپل مالك د رمې حفاظت كاوه سمدستي يو زمرى راغلى او شپون يې په خپلـه پنجه و وهى او ورشو يې خرابه كړه نن ستا پر غلام هغه مصيبت نازل دى. كوم چې پر ايوب صابر باندي نازل و، بيا هم زما اُميد دى چي جبار وقهار به زما ګناوي را معاف كړي او مابه و بخښي .
بس لـه سوزه يې پرخولـه دا شعر ګويا ګويا وو نور څه نه :
اذمالقيب الله عنى راضيافان شفاء النفس فيما هنالك
ژباړه :- كه چيري ما خپل خداى پاك راضي وموند نو بس زما مراد پوره سو .
بيا يې وويل :
فحسبى بقاء الله من كل ميتوحسبي حيات الله من كل هالك
ژباړه :- ټولـه دي مړه سي مګر د خداى Y باقي پاته كېدل زما لپاره كافي دي ټولـه دي هلاك سي مګر د خداى Y ژوند زما لپاره كافي دى .
هغه د ستر مبارز لوى عالم او د انسانانو د خواخوږي شاعر وينا ده :
لېونى سپى هوده نلري بې قتلـه د عبدالسلام حرف ونيسه هوښياره
د ځكندن سختي :
حضرت حسن بصري پوښتني ته ورته راغلى نو حجاج ورته د خپلو تكليفونو شكايت وكړى. حسن t وويل : ماته منع كړى نه وې چي نېك كاران او اولياء مه په عذابوه مګر افسوس تانه اورېدل .
حجاج خوابدى سو ځواب يې وركړ "" زه تاته دا نه وايم چي ددغه مصيبت د ليري كېدو دُعا وكړه زه ستا څخه غواړم . دُعا وكړه چي خداى پاك ژر زما روح قبض كړي او نور عذاب رانه كړي. په دغه حال كي ابو مندر پوښتني ته راسي او ورته وايې حجاجه د مرګ په سختي او ځكندن كي دي څه حال دى؟ حجاج وويل :-
اې ابو مندر!
څه پوښتې شديد مصيبت دى . سخت تكليف نا قابل بيان ناقابل برداشت درد. سفر اوږد توښه نسته ! آه زما هلاكت دى كه چيري خداى پاك پرما رحم ونه كړي .
د ابو مندر بن مخلـه خطاب حجاج ته :
اې حجاجه! خداى پاك پر هغه چا رحم كوي چي رحمدلـه او نېك نفس وي د هغه د مخلوق سره ښه كوي . مينه ورسره كوي زه شاهدي وركوم ته د فرعون او هامان يار وې. ستا تر بيت سر چپه و ته د حق له لاري او ښتي وې . د صالحينو د طريقې څخه اوښتى وې . تا نېك انسانان قتل كړل او د هغو جماعت دي فناه كړ افسوس تا د خالق په نافرماني كي د مخلوق بندګي وكړه . تا د وينو ولې و بهيولې . ځانونه دي واخيستل عزتونه دي لوټ كړل . تانه خپل دين وساتى او نه دي دنيا. تاد مروان خاندان عزت وساتى خپل نفس دي ذليل كړ. د اموي خاندان كور دي اباد كړ خپل كور دي وېران كړ نن نه ستا لپاره نجات سته نه فرياد. ولي ته لـه دغه ورځي ناخبره او بې ضميره وې . د الله شكر دى چي پر تايې عذاب نازل كړو او اُمت يې وژغورى .
په دنيا كي دي ككڼ په لعنت غواړمزمانه كه د خوشحال سره انصاف كه
د حجاج عجيب رحمت طلبي :
راوي وايي حجاج چي دا واورېده. خاموشه سو . بيا يې سوړ اسوېلى وكښو. په سترګو كښي يې اوښكي راغلې. او د آسمان په طرف يې وكتل . "" الـهي ما وبخښه ولي خلك وايي چي ته نه بخښل كېږې "" دا چي يې وويل سترګي يې بندي كړې.
څوني بوري وراري ګڼ زوىمړي ژاړياغلظ زړه حجاجه څه راز مسلمان سوې
په دې كي شك نسته چي حجاج لـه يوې خوا يو بې رحمه انسان، قاتل باچا او ظالم او قهار و لېكن بل طرف ته دخداى r لـه لوى دربار څخه يې د رحمت او شفقت توقع بېخي زياته وه . او قطعاً په هر صورت مايوس او بېزاره نه و. بلكي په هر حال د رحمت الـهي طلب ګار او غوښتونكي و .
بس د لوى رب څخه دُعا كوم "" خداى دي زموږ اصلاح وكړي خداى پاك دي زموږ حكمرانان حجاج غوندي نه كوي بس د لوى رب څخه به د هر څه كېدو عقايد ساتو .
اخري شعر ډالۍ كوم :
چي دا هسي يې كردې د زړه په ياد دي لا خوشحال لري خواهش د زمانې
",حجاج بن يوسف
1565,ستر بابا خوشحال خان خټك,"
كه هرڅو په سرد خېال دستار زرين ږدې
عاقبت به سرد خاورو په بالين ږدې
د سليمان غوندي هم پرېوته له تخته
په فرس باندي به څو د زرو زين ږدې
په ارمان په خالي لاس ورځني درومې
كه كور كي په هر لوري سره او سپين ږدې
تا په زړه كي سل خدايان دي كښېنولې
راته وايه سر و چا ته په زمين ږدې
د غفلت تسبيح په شپه او ورځ كښي باسي
څو منت به په كرام الكاتيبين ږدې
كه اسلام د خلكو دادى او خو بويه
چي هندو غوندي ټيكه په خپل جبين ږدې
",غزل
1566,ارواښاد علامه عبدالشكور رشاد,"
پر يو خره يوه چادي وه څه بار كړييوه لور ته يي غنم بل ته ډبريد بار تول يې په ډبرو و سم كړىتر درانه بار لاندي خر و، خورا ستړىد خره خوار تر هر ويښته، خولې بهانديپه كړاو به ئې ګام اخيسته د وړاندييو هوښيار سړئ پر پيښ سو وې اې وروره!خر دي مري د دې درانه وري له زورهسپېرې ګټي ارتوه د بارتول كم كړهد انډيو تول په سرو غنمو سم كړهپه دې توګه به دي خر غريب هوسا سينيمايي ددې وري به يې په شا سيچادي وكړ د هوښيار په خوله عملچي خر سپك سو، د مزله لور تې غستللږ چي وړاندي پر مخ ولاړ، دغه پوښتنهپه مغزو كي چادي وګرزېدله""بابا ته چي دومره پوه دومره هوښيار يېد قام خان يې، لك پتي يې كه سردار يي؟هوښيار وې: خوارۍ، اړۍ سختي تنګسې ديد خواږه ژوند ورځي شپې خورا ترخې ديد سهار چي كړم پيدا، ماښام نهار يمزه نه خان يم، نه بډاي يم، نه سردار يم""چي چادي دا واورېده، خر يې ايسار كړپه ډبرو يې بيا دروند د خره خوار بار كړوې چي "" ستا نه بډايي نه سرداري ستهڅه په كار ده، كه دي پوهه هوښياري ستهكه ته ښه واى، تا به خپل ژوند وو ښه كړىته به نه واى په ژوند هسي ستومان ستړىزه د داسي بې روزيو پر منډ نه ځمپه اوبو به يې اور نه وژنم كه سوځم"" ",چادي
1567,پوهنوال عبدالخالق رشيد,"
مرم د ګلونو جنازې په خپلو ګوتو شمېرمپوهيږې ستا خوږې ګيلې په خپلو ګوتو شمېرم
ته د خالونو قاتل يې په دې كي شك نشته دىزه د قتلونو سلسلې په خپلو ګوتو شمېرم
ته خو په زړه باندي كافره يې زه هم پوهېږمډېر سخت ناچار يم دا نخرې په خپلو ګوتو شمېرم
دا د هوسيو دود دى ټول عمر جوړې جوړې ويچي ستا د خيال او غم جوړې په خپلو ګوتو شمېرم
د رب په كور كي د تيارې او رڼا يوه بيه دهزه پر سپين مخ د خال تيارې په خپلو ګوتو شمېرم
محمود اياز ته وكتل سومنات ونړېدهزه تاته ګورم دا پيرې په خپلو ګوتو شمېرمنوى ډيلى/1382 جوزا
",غزل
1568,ژيګموند موريتس,"
د خداى پوهه شورا هم فقيرانو ته د خندلو په حق باندي قايله شوې ده او له همدې امله ده، چي د مسكينانو په كورونو كي تل اه او ژړا نه اورېدل كيږي، بلكي كله- كله خندا هم اورېدل كيږي. دا رښتېا ده چي هغوى هم خاندي، خو داسي خندا چي په حقيقت كي بايد سړى پر و ژاړي. زه د مسكينۍ او غريبۍ نړۍ ډيره ښه پېژنم، ځكه كورنۍ مي د فقيرۍ مزه ډيره ښه او ژوره څكلې ده. پلار مي په يوه كارخانه كي ورځنئ كارګر وو. هغه هيڅكله له خپل ژوند څخه سر نه ټكوئ او دا په داسي حال كي چي ژوند مو ډير له ستونزو ډك او د سر ټكوني وړ و. له دغو ټولو سره سره كه بېا هم ووايم، چي د هغه ماشومتوب په څېر مي بېا هيڅكله نه دي خندلي، ډيره پر ځاى او درسته خبره ده. نن ورځ څرنګه كولاى شم، چي د هغو ورځو په څېر و خاندم؟ په داسي حال كي چي نور مي هغه نازنينه او خوشحاله مور را سره نشته!
مور مي كله كله د زړه له تله دومره خندل، چي سترګو به ئې اوښكي و كړې او كله كله به د ډيري خندا له امله په داسي ټوخي سر شوه، چي تا به ويل غواړي خفه شي. هغې پخوا هيڅكله هم د هغې ورځي په څېر نه وو خندلي، په كومه ورځ چي زه او دا په اووه شاهيو پسي ګرځېدو.( شاهي د مجارستان پولي واحد دى) اووه شاهۍ كه څه هم هيڅ نه وې خو بېا هم، موندل يې زموږ لپاره ستونزمن و. درې شاهۍ مي مور په خپله و موندلې او هيله منه وه چي د خياطۍ د څرخ په جابه كي څو نوري هم و مومي. ځكه كله چي به يې د خياطۍ مزدوري اخيسته، هغه به ئې د څرخ په جابه كي اچوله. د څرخ جابه زما لپاره د يوې نه خلاصېدونكي خزانې او د ماشومانو د افسانوي صندوقچې په څېر وه. زما لپاره همدومره بس وه، چي مازي لاس په ننه باسم او هر هغه څه چي مي ماشوم زړه غوښتل په يوه پلا لاس ته راوړم.
له همدې امله د هغې ورځي په ماپښين ډېر سخت حيران شوم، چي كله مي مور د جابې د شيانو لكه انګوشتنې، ستني، غچي، د تيره كولو د ډبري، تارونو او داسي نورو په زرګونو ګډو وډو شيانو په منځ كي تر كتلو راكتلو وروسته مخ را واړاوه او ويې ويل:
""ممكن په يو ځاى كي غلي شوي وي.""
- "" څوك؟ څوك ښياست؟""
- مور مي په خندا ځواب راكړ:
- ""د پيسو سيكې.""
- او وروسته يې جابه تر پايه راكش كړه او ويې ويل:
- راشه زويه بايد خامخا دا شيطاني سيكې پيدا كړو! څنګه ښه خو يې ځانونه غلي كړي دي.( بېا يې پسې زياته كړه):
- اوف، ښه شيطانو سيكو...
هغه په ځنګنو شوه او جابه يې خپل پر وړاندي كښېښوده، پر هغې داسي ور ټيټه شوې وه لكه سيكې چي ځيني په هوا كېدې، وروسته يې جابه بيرته ډكه كړه او داسي يې پړمخي راچپه كړه لكه څوك چي په خولۍ باندي مرغۍ نيسي. سړي بيخي خندا نه سواى ټينګولاى. وروسته يې بيله دې چي جابه پورته كړي په خندا سره وويل:
""ښه اوس نو دوى دلته دي، كه چيري يوه شاهي هم وي، تر دې به لاندي وي.""
زه هم په ځنګنو شوم او په جابه كي مي سترګي و ګنډلې. لكه يو ځلېدونكى شئ چي تر هغې لاندي ښورېدى، خو په داسي حال كي چي هيڅ شى هم نه و. موږ خپله هم ډاډه نه وو، چي تر جابې لاندي دي يو څه پيداشي، نو له همدې امله چي مو كله يو له بله سره سترګي و نښتې، ددغي ماشومانه شوخۍ له امله په خندا شوو.
ما پر جابه چي پړمخي پرته وه لاس كېښود، خو يو ناڅاپه مي مور وويل:
""ا ... كرار، كرار، ته لا تر اوسه نه پوهيږې چي سيكې څومره شيطاني دي! څنګه د سړي له لاسه وزي، څنګه تښتي او څنګه ځي!!!""
د خندا له لاسه دواړه رېږدېدو، ځكه دوې ورته جملې مو په بېا بېا تكرارولې، چي ( د پيسو سيكې څومره ژر د سړي له لاسه وزي، څومره ژر ځي او ...) كله چي يو څه ارام شوو، بېا مي لاس اوږد كړ، چي جابه اوچته كړم، خو مور مي يو وار چيغه كړه او ويې ويل:
""اې!!!""
او ددې ناڅاپي چيغي له امله مي لاس داسي ژر شاته كړ، لكه د يوه له اور څخه د را اخيستل شوي غاب سره چي نښتي وي. مور مي پسي زېاته كړه:
""ځير اوسه بد خرڅ ماشومه، څومره دي ندى تلوار، چي دروازه ورته پرانيزې! تر څو چي دا سيكې همدلته تر دې لاندي وي، زموږ دي. هغوي بايد همداسي بندي پاتي شي.ځكه زه بايد كالي ومينځم اوددي كار لپاره بايد صابون ولرو،چي د صابون لپاره نږدې اووو(7) شاهيو ته اړتياده او له اوو شاهيو څخه په كمه صابون نه كيږي. ښه خير اوس خو درې راسره دي او څلورو نوروته ضرورت دى، چي هغوى هم په همدغه وړوكي كوركي دي او همدلته اوسيږي.
خو ښه يې نه ده چي ناآرامه يې كړو، كه چيري لاس په ووهو په غوسه كيږي، ځي او بيايي هيڅكله نه شو ليداي.
زويه احتياط كوه او ښه ځير اوسه،ځكه پيسي ډير حساسي دي، بايد چي له هغوى سره په ډيري نرمۍ وچليږو،هغوى د لوړپوړو او اشرافو خلګو د نجونو په څير ډير ژر په خندا كيږي......كوم شعر معردي نه دى زده چي په ور ږغ كړې؟ ځكه ممكن له دې لاري لا ښه وكولاي شو، چي له خپلو ځالو څخه يې را بهر كړو.
ما په لوستلو پيل و كړ، پيسې خاله، پيسې خاله، له كور څخه راووزه( موږ خپل لاسونه ستاسو پر لور در غځولي دي) او په همدغه وخت كي مو (كوچنئ كور) ورڅگخه پورته كړ. په سلګونو ګډ وډ او انتيكه شيان مو مخته خواره واره وو، ګر سره يو سيكه هم پكي نه وه. مګگر مور مي بېا هم په كش شونډو شيان دوري او ايسته كول او پكي كتل يې. خو بېځايه. وروسته يې وويل:
""ارمان! چي جابه مو د مېز پر سر تشه نه كړه... هلته د پيسو درناوئ ډير ښه ساتل كېداى شواى او خامخا څو دانو ورڅگخه خپل ځانونه را څرګندول.""
ما هغه ټول بېلا بېل شيان بيرته په جابه كي واچول او په همدغه وخت كي مي مور پر ذهن زور كاوه، چي يو بل داسي ځاى خو به نه وي چي سيكې پكي ايښي وي او بېا يې نه وي اخيستي. خو ذهن يې پته نه شواى لګولاى او نه ور رسېدى.
ناڅاپه مي مغز ته يو څه راغلل او ومي ويل:
""مور! زه پوهيږم، پوهېږم چي پيسې چيري دي.""
""ښه زويه چيري دي؟ وړاندي تر دې چي د واوري په څېر ويلي او وركي شي ژر ورځو او را اخلو يې.""
_ "" هلته د المارۍ په جابه كي، ښه شو چي هغوى مي مخكي په ياد نشوې، كه نې( نه) اوس به مو هغوى هم نه درلوداى.""
له ځايونو اوچت شولو اود المارۍ پر لور ولاړو. المارۍ له مودو-مودو راهيسي هنداره نه درلوده،خو پردي برسيره يې په جابه كي ېوه سيكه وه. دري ورځي كيدې چې هغه مي دځان لپاره په نښه كړې وه او غوښتل مي چي جيب ته يې كړم، خو هيڅكله مي د هغي د اخيستلو زړه نشواي كولاي. مور مي وويل:
ښه، اوس نو څلور شاهۍ لرو نور نو مه په غوسه كيږه، تر نيمائي لا ډيري لرو او تر دوو ورتير نورو ته اړتيا نه لرو. نو اوس چي مو ددغو څلورو شاهيو په موندلو كي يو ساعت وخت لا ونه لګېد، نوري درې هم تر ماځيګره خا مخا پيد كوو، او بيا هم تر ماښامه وخت شته، چي ښه ډير كا لي و مينځو. ژر راځه ممكن په نورو جابو كي هم سيكي وي.
كه په هره جابه كي لږ تر لږه يوه سيكه واى،ډيري كيدې،ځكه دغو الماريو خپلي ځوانۍ په داسي كورو كي تيري كړي وي، چي دپټيدو ډير شيان په كې وو، خو زموږ په كور كي يې د پكي ايښگودلو څه هم نه درلودل، نو همدغه وجه(وجهه) وه چي دومره زړي او چينجني شوي وې.
مور به مي د هري جابي له را كشولو سره يو څه ويل، دبيلګي په توګه:
...دغه يوه(جابه) ډيره شتمنه وه.
دې خو هيڅكله هم څه نه دي ليدلي.
...ددي خو بياټول څه په پوروو!
...ښه فقيري ته هم خامخا څه نه لري.
......او دغه، ښه دغه خو هم هيڅ نه لري او هغه هم زموږ په څير غريبه ده......
......خو ته! كه زه دلمړي ځل لپاره يوه شاهي درڅخه غواړمه او ته يې نه راكوې، هيڅ شى به هم درنه كړم.
.....اودغه........
بيايې په داسي حال كي چي خندل يې،هغه غټه جابه چي لاندي تخته يې نه درلوده اوچته كړه او په يوه حركت يې زما په غاړه كي راواچوله، د ډيري خندا له زوره پر ځمكه كښيناستو.
نا څاپه مي مور وويل:
صبر وكړه! پيسي به اوس پيداكړو، هلته د پلار په جامو كي دي،وري(هوري) خامخا شته پر ديوال څو ميخونه ټك وهل شوي وو، چي زموږ كالي پر راځوړند وو...... يوه معجزه وشوه، په دا لمړني جيب چي مي مور لا س ور دننه كړ، يوه سيكه پيداشوه په داسي حال كي چي خپله يې هم زړه ته نه لوېده،چيغه يې كړه او ويې ويل:
پيدامي كړه! ته وده(ودريږه)چي اوس څومره لرو، يوه،دوې، درې،څلور،پنځه،.پنځه دانې لرو اوس نو مازي دوي داني پاتي دي. او دوې دانې دومره شى نه دي، چيري چي پنځه موندل كيږي دوې نوري هم خامخا شته.
بيا يې په ډيري خوشالۍ د نورو جيبونو پلټل پيل كړل،خو نور هيڅ هم نه وو، حتي يوه شاهي هم ونه موندل شوه د مور باړخوګان مي دډير حركت او هيجان له امله تك سره اوښتي وو. خو نور نو هغو تر ټولو خندوونكو ټوكو هم معجزه نشواى كولاي، چي دوې شاهۍ ومومي. ماځيګر راغى او تير شو، شپه راورسيده، په سبا مي دپلار يو پاك او پريولى كميس په كار و، او مور مي هم نشواى كولاى، چي كالي ومينځي،ځكه د څاه اوبو په يوازي سر نشواى كولاى چي د غوړو تپلي پاكي كړي،ناڅاپه مي مور تندي ته چپلاخه كش كړه او ويې ويل:
اووئ، څومره خره يمه! د ډير كم عقلۍ څخه خپل جيب لا نه ګورم. جيب يې وكوت او عجبه ده يوه بله شاهي، شپږمه هم پيداشوه. دډيرو منډو ترړو له امله لكه تبه چي مو وي اوس مو يوازي يوې شاهۍ ته اړتيا لرله،يوازي يوې شاهۍ ته. مورمي راته وويل:
ته دي هم جيب راوښيه،ممكن هلته هم يو دانه وي.
زماجيب؟!
ډير اسانه مي ورښوولاى شواي،ځكه په هغه كي هيڅ هم نه و.
ددغو شپږو شاهيو سره-سره بياهم داسي وو لكه هيڅ چي نه لرو، ځكه دوكاندار نور پور نه راكاوه،ګاونډيان هم زموږ په څير خواران او مسكينان وو، او موږ هم نه خوښوله چي د يوې شاهۍ لپاره پور وكړو. نو له همدې امله بله هيڅ لارنه وه،بې له دي چي ددغو ټولو تنګلاسيو سره-سره وخاندو.
په همدغه وخت كي دكور دروازې ته يو سوالګر راغى،چي په خورا عجزانه ږغ يې د خير غوښتنه كوله.مورمي ددې پيښې له امله خندا اخيستې او سربداله وه،هغه ته يې وويل:
ومي بخښه بابا جانه! خپله مي له غرمې راهيسي ټولي سگوړي غوښتي چي يوه شاهي پيداكړمه،ځكه دصابون د رانيولو لپاره مي مازي همدغه يوه شاهي كمه وه.......
سوالګر،چي يو سپين ږيرى سړى و او ارامه څيره يې لرله،په ډير حيرانۍ سترګي سره كش كړې او ويې ويل:
يوه شاهي موكمه وه؟!
_ بلې يوه شاهي.
_ښه نو چي داسي ده، دا يوه شاهي خو زه په ډيري خوښۍ تاسو ته دركوم.
_نه دا خو ډيره بده ده،چي څوك له يوه سوالګر څخه مرسته وغواړي.
_پريږده لوري څه خبره ده،زما څخه څه كميږي، زه د خپل ګور لپاره له دوه ګزه ځمكي څخه بغير نور څه ته اړتيا لرم؟ او چي له هغه وروسته به بيا ټول څه سم وي... سوالګر په همدغه وخت زما د مور په لاس كي يوه شاهي كيښوده او په داسي حال كي چي دعاوي يې كولې بيرته لاړ.
مورمي وويل:
ښه، دخداي شكر دي،اوس وځغله.........
ناڅاپي يې خبره غوڅه شوه او بيا په خندا شوه، يوه لوړه او زوروره خندا وه، بيا يې خبروته ادامه وركړه:
اوس بالآخره اووه شاهۍ لرو، خو بيا هم نه شوكولاى، چي كالي ومينځو، ځكه بيخي تياره شوې ده او څراغ هيڅ تېل نه لري.
دډيري خندا له امله په ټوخي شوي وه، دټوخي يوي خفه كوونكې حملې راګير كړي وه، كله چي مي وغوښتل،ټينګه يې كړم،ځكه بدن يې په لاسو پټ كړى و، او د ډير ټوخي له امله يې سخت ټكانونه خوړل،نو يو تود شى مي پر لاس توى شو.هغه ويني وي،ويني! زما دګراني مور ويني وې چي خندلاي يې شواى او چي د مسكينانو په منځ كي ډېرو لږو ددې په څير خندلاى شواى.
ليكوال: ژيګموند موريتس
ژباړه: عبدالحميد ( ترابي) - كندهار
",اووه شاهۍ
1569,,"
کابل ، د لنيدۍ ٢٩ ، ١٣٨٣
په پلازمېنه کابل کې له ورځپاڼه ليکونکو سره د خبرو پر وخت ولسمشر حامد کرزي وويل د دۀ د کابينې د اعلان ځنډ د هغو کسانو له امله دى چې دوه گونې تابعيتونه لري .
ښاغلي کرزي وويل اوس ولسي جرگه نشته چې د دغو کسانو د منلو يا ردولو په باب پريکړه وکړي .
ښاغلي کرزي دا هم وويل چ دى د کابينې په اعلان کې بيړه نه لري خو ټول پام به يې په دې کې وي چې يوه په کار پوهه کابينه اعلان کړي .
حامد کرزي د ارگ په ماڼۍ کې ورځپاڼه ليکونکو ته وويل په کابينې کې به يې هغو د دۀ په وينا هغو مجاهدينو ته د لومړيتوب حق ورکوي چې لوړې زده کړې لري او د خلکو په وينو يې لاسونه نه وي سرۀ
.
په کابل کې داسې گنگوسې دي چې همدې ټکي ته په پام سره د مجاهدينو ځينو پخوانيو وتليو غړيو اوس ځانونو ته د لوړو زده کړو سندونه په جعلي ډول جوړ کړي چې د اساسي قانون شرط يې پوره کړى وي او کابينې کې ځاى ولري .
ښاغلي کرزي د نړيوالو خپرندويو رسنيو هغه رپورټونه رد کړل چې د دۀ له خولې يې ويل طالبانو ته به هم په واک کې ځاى ورکړي .
",د کابينې د ځنډ علت د دوه گونو تابعيت لرونکو کسانو سپيناوى دى
1570,,"
",
1571,,"
",
1572,,"
",
1573,,"
",
1574,خالد هادي,"
نن د ٢٠٠٤ زېږنده کال دسمبر پر ١٩ مه نېټه د نيويارک د ښار د فلشينګ په ناحيه کي د حضرت ابوبکرصديق ( رض ) په مسجد جامع کي د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد د فاتحې مراسم په نيويارک کي د مېشتي افغاني ټولني ، په نيويارک ، نيوجرسي او کنډيکټ ايالتونو کي د مېشتو افغان ليکوالو ، فرهنګپالو او زيات شمېر افغانانو لخوا واخستل شوه :
نوموړي مراسم چي دافغاني ټولني لخوا جوړ شوي د غرمې پريوه بجه د قاري فضل الرحمن حليمي له خوا د قران عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو پيل شوه چي ورپسي په نيويارک کي د مېشتي افغاني ټولني د مشر حبيب الله مايار وردګ لخوا د ارواښاد علامه عبدالشکوررشاد ژوندليک ګډونوالو ته واورول شو
ورپسې عبدالکريم حليمي د استاد پر ژوند رڼا واچول چي وروسته په خپل وار سره لطيف جان بابي هم د ارواښاد پر ملي ماتم خبري وکړې اودارواښاد استاد په وير ئې خپله ويرنه برخوالو ته واوراول .
د استاد د فاتحې په دې مراسيمو کي عبدالقادر هوتک ، جنرال امير محمد داستاني ، انجنير محمد داستاني ، د افغانستان پخوانی سفير سيداصف اغا ، استاد داستاني ، صفي الله انتظام ، دعاطفه انجمن ريس عبدالرحمن جليلي ، انجينر عبدالرحيم عابدي ، ښاغلی عصمتي او يو شمېر نورو ړون اندو هم ګډون کړی و.
نوموړي مراسيم د ماذيګر پر ٤ بجو دارواښاد علامه عبدالشکور رشاد او ارواښاد علي احمد خان پوپل و ارواحو ته د دوعايي په ويلو پای ته ورسيدل
د دواړو ښاغلو ارواحان دي ښاد وي
", په نيويارک کي د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد فاتحه واخسيتل شوه
1575,عبدالله,"
څه موده وړاندې د افغانستان په پلازمېنه كابل كې د نشه يي توكو د كركيلې او قاچاقو د مخنيوي په اړه په ملي كچه كنفرانس جوړ شوى و چې په دغه يو كنفرانس كې واليانو، سپين ږيرو او مشروانو ګډون كړى و.
د كنفرانس يو ويناوال ولسمشر كرزي و چې د خپلې نوې دندې په پيل يې هېواد كې د نشه يي توكو د له منځه وړو ژمنه وكړه . ولسمشر ولس ته وويل چې د نشه يې توكو كركيله په نړۍكې د افغانانو دريځ ته زيان اړوي، كه مخه يې ونه نيول شي نو كېداى شي چې نړيوال لـه موږ څخه مخ واړوي او موږ يو ځل بيا په سپين ډاګ يوازې پرېږدي، چې په دې صورت كې زموږ د ګاونډيانو لاس به زموږ په لور رااوږد شي او موږ به يو ځل بيا د خپل منځي جنګونو او د خپل ولس او هېواد د تباهۍ په لور ولېږدوي او د خپلو ناوړو هيلو او ګټو قرباني كړي.
ولسمشر دا هم وويل چې د يو افغان په صفت افغاني غرور نور راته اجازه نه راكوي چې هر بهرنى استازى راته ووايي چې تاسې نشه يي توكي كرئ او زموږ هېواد ته، نشه يي توكي ستاسې لـه هېواده راځي.
ولس مشر وويل: بهتره به دا وي چې په خپل مټ پر سيندونو د اوبو بندونه وتړو او خپلې شاړې پرې ابادې كړو. ولسمشر په پاى كې ولس د نشه يي توكو نه كرلو او د خپل هېواد په خپلو مټو ابادولو ته راوباله.
دا رښتيا ده چې نړيوالو پر افغانانو خورا زيات زور اچولى چې د نشه يي توكو كركيله بنده كړي، دا چې افغان ولس هم يو سوله خوښوونكى ولس دى، نو د نړيوالو د هوډ هركلى يې وكړ او په يو هوډ سره يې د نشه يي توكو كركيلې ته شا واړوله.
افغانانو د كوكنارو كركيله د مجبوريت لـه مخې كوله، كومه ټوټه ځمكه يو افغان بزګر يې په لاس كې لري په هغه ټوټه ځمكه باندې د كوكنارو د كرلو پرته د خپل د ژوندانه لس فيصده اړتياوې نه شي پوره كولى. افغانانو چې د شلمې پيړۍ په پاى كې پخپلو سرښندونو سره، نړۍ د سره ښكېلاك لـه ګواښ او منګولو څخه وژغورله، دا دى اوس يې هوډ كړى چې د يوويشتمې پېړۍ په سر كې نړيوال لـه نشه يي توكو څخه وژغوري او د نړيوالو په وړاندې خپله اخلاقي دنده سرته ورسوي، خو دا چې افغانان دا مهال نوي د پرديو لـه پلمو او توطيو نه فارغه شوي او هېواد يې د جنګونو په لړ كې ويجاړ او كنډواله شوى، نو نړيوال هم بايد د افغاني بزګرانو په وړاندې خپل اخلاقي مسووليت سرته ورسوي او لـه هغوى سره هر اړخيزې او بنسټيزې مرستې وكړي كه څه هم په دې اړه يو شمېر هېوادونو د مرستو كولو ژمنې كړې دي¸ خو تر اوسه يوازې د امريكې متحده ايالاتو په رښتينې توګه د افغانانو مرستې ته رادانګلي او د 780 مليونو ډالرو په اندازه د مرستې وركولو ژمنه يې كړې ده.
كه څه هم د نشه يي توكو لـه كركيلې او قاچاقو څخه تر بل هر ځايه زيات اروپايي هېوادونه زيانمن كېدل، د افغانانو د توقع او تمې په خلاف، اروپايي هېوادونه لـه افغانستان نه ځانونه په ډډه تېروي او لكه څنګه چې ورته ښايي لـه افغانانو سره مرستې نه كوي. د اروپايي هېوادونو لـه ډلې نه تر اوسه اوه مليونه پونډه د بريتانيا هېواد ژمنه كړې چې لـه افغاني بزګرانو سره به مرسته كوي.
په افغانستان كې د نشه يي توكو پر خلاف د مبارزې لـه پاره يو شمېر تدبيرونه تر لاس لاندې دي او څه اندازه پيسې غونډې شوې دي، خو په نړۍ كې د نشه يي توكو د بشپړ لـه منځه وړلو لـه پاره دا تدابير بسنه نه كوي، بايد په نړيواله كچه يوه منظمه ستراتيژي ورته وټاكل شي چې په هغې كې د بېوزلو هېوادونو د بزګرانو لـه پاره د كر د ځمكې او د كار د زمينې برابرول او نورې مرستې شامل او په پام كې نيول شوې وي.
ددې ټولو هڅو تر څنګه دا به هم اړينه وي چې د نورو مخدره موادو لكه سګرټو، نصوارو، چرسو او شرابو توليد او قاچاق لومړى كم او بيا لـه منځه يوړل شي.
د بخلاینې له پرله پسې ۷۹ مې ګڼې څخه په مننې ",نړيوال هم بايد د افغانانو په وړاندې خپل اخلاقي مسوْوليت تر سره كړي
1576,قاضي احمد,"
د هېواد په محكمو كې اداري فساد ددې لامل شوى چې بډايان او زورمندان لـه هر ډول جرم او خيانت څخه تبري وګرځي، جــزا وركـــول او زندان يوازې د بېوزلوپه برخه شي.
له بله پلوه د افغانستان د جزا قوانين په بنسټيز ډول يوه ويارنه دا لري چې په افغانستان كې جرم او جزا په غير مستقيم ډول لـه يوه تن څخه بل تن ته لېږدول كېږي، دا په دې معنى چې په افغانستان كې د كورنيو ترمنځ اقتصادي اړيكې داسې تنظيم شوي چې د يو تن په وژل كېدو او يا لـه منځه تلو سره كېداى شي د نوموړې كورنۍ اقتصادي نظام ګډود او د يو تن په جزا وركولو سره ټولې كورنۍ ته جزا وركړ شي.
زموږ په ټولنه كې د كورنۍ مشر د كورنۍ د عوايدو او اړتيا وو تامينونكى دى، كله چې نوموړى په جزا محكومېږي، نو كورنۍ يې لـه مالي او مادي امكاناتو څخه محرومېږي او كورنى نظام يې لـه منځه ځي.
ددې كورنيو وګړي ممكن ناسمو كارونو ته لاس واچوي او ماشومان يې د زده كړې لـه نعمت څخه بې برخې پاتې شي. د ځينو پلرونو او ميندو په بندي كېدلو سره دا امكان شته چې د دوى واړه او شيدې خوړونكي بچيان سره لــه دې چې كوم جرم هم ونه لري په بند كې شپې واړوي.
د كابل په بنديخانو كې همدا اوس لـه دې ډول ماشومانو څخه په سلګونو بېلګې موجودې دي او 32 تنه يې يوازې داسې ماشومان دي چې يا د مور د شېدو خوړلو او يا په كورنيو كې يې د سر پرست د نه درلودلو لـه كبله لـه خپلو ميندو سره په زندان كې د ژمي سړې شپې او ورځې تېروي.
دا ستونزه دا پوښتنه راولاړ وي چې ولې زموږه قضا په دې برخه كې چوپه خوله ده او كوم مشخص تصميم په دې اړه نه نيسي.
ايا د شېدې خوړونكي ماشوم په هكله چې لـه خپلې مور سره بندي دى كوم قانونپوه او قضاوتپوه كله هم څه پوښتلي دي چې نوموړى په زندان كې د كوم جرم جزا تېروي؟
شايد دا پوښتنه د اړوندو چارواكو په غوږونو ښه ونه لګېږي او هېڅكله شايد ددې ماشومانو او د بنديانو د كورنيو په هكله ځانونه مكلف ونه ګڼي، خوبايد لږ تر لږه دومره فكر وكړي كه دا بنديان د دوى خپل ماشومان وي بايد څه ورسره وشي؟
",له كوچنيو ماشومانو سره نياو د چا دنده ده؟
1577,,"
پخلاينه جريده د افغانستان په زړه كې يوازېنى خپرېدونكې جريده ده چې په ډېر لوړ تيراژ راوځي او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او بېلابېلو هېوادونو كې ګڼ شمېر مينه وال لري. د موضوع له پلوه هم د پام وړ جريده ده.
دا يوازېنۍ خپرونه ده چې وخت پر وخت د حقايقو په رڼا كې ليكنې او شننې خپروي. البته دا ځانګړنه يې ځكه د ارزښت وړ ګڼو، چې د افغان ملت او ګران افغانستان د حقوقو تامين هم خپله دنده ګڼي.
موږ د وس تربريده هڅه کوو تر څو ستاسو لوستونکي ادبي او کلتوري تنده د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د افغانستان په سيميزو مطبوعاتو ماته کړو
بېنوا خپرنيزه څانګه زېرۍ درکوي چي پخلاينه جريده دبېنوا ويب پاڼي د رسنيو د ځينځيريوه بله کړۍ شوه
بېنوايان يې هركلى كوي او لوستونكي يې لوستلو ته رابولي.
www.benawa.com/rasanay/pukhlayana
",پخلاينه جريده پر ليكه شوه
1578,خالد هادي حيدري,"
نګــــاره!
نګاره ستا دغه سپېڅلئ ښايئستاو دځوانۍ وختونهلکه کوبۍ د اوبه خور د پاسه چه ئې ډولۍ د څو شېبو لپارهاوبو را خيستې د سکوت په ژبهچه د څپې له بيري ورکه سي ژرنو ستا به هم تېر سي د ځوانۍ وختونهها د هوس او د مستۍ کلونهبيا به دي ستر ګو کي اورونه نه ويبيا به دي زلفي ماښامونه نه ويبيا به دي شونډي سره جامونه نه وينور به دي نه وي نني نازونهاو بيا به ستائې پروني وختونه
",نګــــاره!
1579,خالد هادي حيدري,"
شرر
شپې راته ژړيــــــــــــــــــــــــــــــــــږي سحر نه يو
لمر غوندي ړنــــــــــــــــــــــــــــا يو خو لمر نه يو
بل راباندي اور دئ خو ســـــــــــــــــــــوځيږو نه
خلګو موږ بچـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي د اذر نه يو
زړونه مو چاودلـــــــــــــــــــــــي دي په مينه ستا
سره لکه شفق يو پــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرهر نه يو
اوښکي سو ګريوان سولو درياب ســـــــــــولو
څنډي مچوو خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــو ګودر نه يو
ساندي مو را وپـــــــــــــــــــــــــــاڅي غمونه سي
ژوند ته کربلا يـــــــــــــــــــــــــــــــــو محشر نه يو
پړئ وړو په غاړه تر مــــــــــــــــــــــرګ مخ کي لا
تېر تر خپل ســـــــــــــــــــــــــــــــــرو يو شرر نه يو
بيا به حـــــــــــــــــــــــــــيدري خپل ديدنونه کړو
ژوند ته يو پخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلا مرور نه يو
نيويارک ١٢ /١٢ /١٣٨٠ ",شرر
1580,خالد هادي حيدري,"
ای ملګرې !!!
ولي شهيد ارمان ته ژاړې په بربنډو اوښکو
تر څو به شمارې دځوانۍ غميزي
تر څو به غم لکه ماشوم ويده وې
تر څو به ژوند ته ارمانونه کرې
---------------------------------
راسه چه دواړه بيا نغمه نغمه سو
او
د خپل زړه رازونه يو او بل ته
لکه لاله پر سره دسمال وشندو
راسه چه وستايو ها څيري شملې
هغه تر خاورو لاندي سوي کوڅې
او
هغه سرکښ بادونه
چه زموږ په کلي کي ډبري وژني
چه زموږ سپوږمۍ په سرو سکروټو ولي
چه زموږ په اوښکو زندانونه مينځي
------------------------------------
راسه چه جګي کړو څو سټري شناختي
و هغه ستر او طلا ئې قبرو ته
چه ليونتوب تې ګريوانونه څيرل
چه د دار پړي ته مسکي مسکي شو
چه ئې کولنګ د قتل چغي وهي
---------------------------------
راسه چه وسپړو د زړه زخمونه
او
دتنکۍ ميني څو پټ رازونه
چه زموږ وه اوښکو ته لا زور ورکوي
چه د پرهر پاڼي په ګوتو شماري
او زموږ د ژوند دښت ته زقوم زيږوي
---------------------------------
راسه چه وژاړو ګودر ګودر سو
دحسرت چغي به تقدير ته سر کړو
او
دشپو په غيږ کي به يو لمر وکرو
------------------------------
راسه چه ستورو ته غزل غزل سو
او
خپل احساس ته خاطرې وليکو
چه معصوم روح مو تل غوټۍ غوټۍ وي
خو
داور باران به مو تر ګوتو څاڅي
دزړه پر درد به مو سحر ويده وي
زموږ پر لحد به شناختي جګي ناڅي
او
زموږ خيالونه به جهان ويښوي
خو زه او ته به يو دقبر خاوري
نيويارک: متحده ايالات ",ای ملګرې !!!
1581,ليلما الفت,"
زموږ کلی دي هم ولايت شي
پر هــــــــــــــــــــــــــــا قوم هغه اوګړودي لعنت شي
چه ژوندۍ ژبـــــــــــــــــــه ترې ورکه په غفلت شي
يا هغه چه په شمار په برخـــــــــــــــــــــــــه ډير وي
خو نصيب ئې اخير نـــــــــــــــــــــوم د اقليت شي
دا شعار دئ زما و هـــــــــــــــــــــــــــــــر هغه ټبر ته
چه ئې ورک ملي هويت ملي وحــــــــــدت شي
داسي ښکاري هـــــــــا پنځوس پېړۍ تاريخ به
نن بر باد په ښکلي نـــــــــــــــــوم د سخاوت شي
د پښتون د ننـــــــــــــــګ په نوم مي شرم راسي
زما ئې څه که دا پنجشير نن مملــــــــــکت شي
که حقوق د ټولو يـــــــــــــــو دي په قانون کي ؟
نو مو حق دئ دا قانـــــــــــــون دي مراعت شي
د کــــــــــــــــــــــرزي څه هم زموږ غوښتنه داده
خامخا دي زمـــــــــــــــــــــــــوږ کلئ ولايت شي
کليفورنيا ،امريکاء ",زموږ کلی دي هم ولايت شي
1582,خالد هادي حيدري,"
پردي لاسونه
زمــــوږ تقدير ئې لـــــيونۍ کړ راروان پر مـــــوږ توپــــــان دئ
ټوله ســـــولو تاک له تــــاکه ستړئ ستړ ئ مو کـــــــاروان دئ
--------------
نن ربــــــــاط پر ربــــــــاط ګرځــــــــــو نا اشــــــــنا ږدو قدمــونه
چه کـــــــــنعان په مــــــــــنور سو راڅــــــــه ورک هغه جانان دئ
پر تـــــــــندي چه ئې ليــــــــــــــکلئ د قسمت د تــــــــــــــبر وار و
هــــــا تــــــندئ ســو خاوري خاوري هغه سر د غم داستان دئ
چه پــــــردي لاسونه راغله زموږ پـــر شناخته باندي تاؤ سول
دا قــــــــبرونه ئـــــــې در پاته هسي ورک زموږ قـــبرستان دئ
چه د شـــــــــپو زامنو چور کړو زموږ کوڅې ئې کړې پايمالي
ځوانيــــــمرګي مو سوې هــــــــــيلي نيمخوا مو هر ارمان دئ
جـــــــــــلادان که راته تــــــــــاؤ کي په تيرو چــــــــړو بـــــرېتونه
څه ګــــــــــيله له مرګي نسته موږ ته خپل کلی زنــــــــدان دئ
چه پـــــــه سپېنو سترګو پـــــــــــاشو د الحــــــــــق توري پر ژبـه
خود وســـــــــيل ته د فانسۍ مو راوتلئ ټـــــــــــــول جهان دئ
چه ملالــــــــــــــه مو نن سوله دپردو کوڅـــــــــــــو سوالــــــــګره
له مـــــــوږ پاته ها مــــــــــيوند دئ له موږ پـــاته ها نښان دئ
لا تـــــــر څو به حـــــــــــــــيدري خوار له پردو زړونو ګيله کړي
موږ پــــــــــــــــه خپله تباه کړئ تر ځان ګــــــران افغانستان دئ
لندن : ١٦/ مارچ / ٢٠٠٣ ",پردي لاسونه
1583,خالد هادي حيدري,"
د ګـــــــــــــــناه زېرئ
څولـــــــــــــــــــــــــــــــــيوني ددغه کلي له توهمــــــــــــــته وځي
لکه ادم چي د خــــــــــــــــيالــــــــــــــــونو د دجنـــــــــــــته وځي
خدايـــــــــــــه منصور ته دي د کمي ګـــــــــــــــناه زېرئ ورکړ
چه ئې د حــــــــــــق نارې تر ستوني له غــــــــــــــــــيرته وځي
دا شرينو ښکــــــــــــــل کړه په شونـــــــــــــډو د شفق لاسونه
که خوار فرهـــــــــــــــــــــــاد د کولنګونو د زحمـــــــــته وځي
بيا د سپوږمۍ پــــــــــــر مخ پراته دي کوم خــــيرن لاسونه
چه هـــــــــــــــــــــــر مجنون د خپل لــــــــــــــيلا د محبته وځي
چه ئې سجدې پر هسک تـــــــــندي قسمت ليکلي نه وي
خود به سنګسار له دې کوڅــــــــــــــــــــو څه بې عزته وځي
دې کربـــــــــــــــــلا ته ناسوري زخمونه چــــــــــــــــــا راوړي
چه څو پـــــــــــري کړي غاړي مرګ ته بې حسرتـــــــــــه وځي
ښائې فلک پــــــــــــــــــه سپېرو ګوتو وي تش جـــام نيولئ
چه ميخانـــه کي نن ساقي له سخــــــــــــــــــاوتـــــــــــه وځي
نن چه مُريـــــــــــــــــد سو حــــــــــيدري وطـــــنه ستا د ميني
نـــور به فريب کاره پــــــــــيران ټول له دې خلوتـــــــــــه وځي
نيويارک ٢٤ / ٢ / ٢٠٠٣
",د ګـــــــــــــــناه زېرئ
1584,,"
کابل : د ليندۍ ٣٠ ، ١٣٨٣
له کندهار څخه را رسيدلي رپورټونه وايي چې طالبانو د ميوند په ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پر وخت څلور تنه وژلي دي . په دغۀ بريد کې د اورپکو يو تن هم وژل شوی دی .
ځينې ناتاييد شوي رپورټونه د يوۀ ملکي کس د وژنې خبر هم ورکوي . د ځايي خلکو له خولې ويل شوي چې طالبان يوازې پر هغو ځايونو بريدونه کوي چې کمزوري ورته ښکاري او ظاهرآ د دوی له خبرو سره سر نه خوري چې وايي دوی د نړيوالو ځواکونو پر ضد دي .
په کابل کې ځينې په دې باور دي چې د طالبانو له لورې دغه ډول بريدونه نه يوازې دا چې مرسته نه ورسره کوي بلکه له ولس څخه يې نور هم جلا کوي . د دوی په وړاندې پاتې لږه خواخوږي هم ښايي دغه ډول اعمال له مينځه يوسي .
د طالبانو د همدې ډول بريدونو له امله د افغانستان په سويل او سويل ختيځو سيمو کې د بيا رغاونې چارې هم ښايي ټکنۍ وي . ",طالبانو افغان پوليس ووژل
1585,,"
کابل : د ليندۍ ٣٠ ، ١٣٨٣
د افغانستان د خوست ولايت د کيسه ليکوال ګل حسين مجاهد د لنډو کيسو ټولګه (( وروستۍ ليدنه )) د خوست د خپلواکې فرهنګي ټولنې له خوا چاپ شوې ده .
دغه ټولګه د خوست د والي معراج الدين پټان په شخصي پيسو چاپ شوې . د يادونې وړ ده چې ښاغلی پټان خپله هم له ادبياتو سره مينه لري او يو وخت يې ليکنې هم کړي دي .
په کابل کې د پښتو داستاني اثارو لوستونکي او ليکونکي په دې باور دي چې دغه ټولګه د خوست له ولايت څخه د کوم کيسه ليکوال لومړنۍ مجموعه ده . د روان کال په ترڅ کې د خوست ولايت د يوۀ زلمي ليکوال ، قاسم عارف ، ناول (( سمندري باغيان )) هم چاپ شوی و .
د ارواښاد اکادميسين صديق روهي او تکړه شاعر پير محمد کاروان څخه وروسته اوس د خوست له ولايت څخه په پرله پسې توګه د ليکوالانو او شاعرانو نومونه اوريدل کيږي چې د ادبياتو په ډګر کې د پام وړ خدمتونه کوي .
",د مجاهد د لنډو کيسو ټولګه خپره شوه
1586,,"
د ليندۍ ٣٠ ، ١٣٨٣
کابل : په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو وياند جنرال مک مکن خبريالانو ته ويلي چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې لپاره ټاکنې ګڼې ننګونې يا چلنجونه لري .
ښاغلي مکن وويل د امنيت مساله ورته مهمه ده . د دۀ په خيال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دومره پېچلتيا نه وه لکه اوس چې به وي .
دۀ وويل په دې فکر کې دی چې نور نړيوال ځواکونه هم تر هغو راشي که نه . ښاغلي مکن د افغان ځواکونو د روزنې د چارو پر ګړندي کولو هم ټينګار وکړ . خو ويې ويل چې دی ډاډه دی چې دا ټاکنې به هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په څير ښې تيرې شي .
تر اوسه لا جوته نه ده چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې لپاره به ټاکنې کله وي خو داسې اټکل دی چې د غبرګولي- جوزا يا جون په مياشت کې دغه ټاکنې وشي .
جنرال مکن په کابل کې خبريالانو ته وويل سږ ژمی دوی غواړي چې طالبان په کرار پرې نږدي او د نورو کلونو غوندې په دغو ورځو شپو کې ارام ونه کړي چې بيا په پسرلنيو عملياتو وتوانيږي .
",جنرال مکن : د پارلمان ټاکنې به سمې تيريږي
1587,محمد زيب منتظر مسيد,"
موري
موري موري زما موري
ته مي عقل ته شعور يي
ته مي وينه ته مي زړه يې
ته مي خيا ل ته تصور يې
ته خوښي ته نيکمرغي مي
ته رحمت دپا ک الله يې
ته دځمکي اسمانونو
د همه هستئ مبدا يې
موري موري زما موري
ماخو خداى پاک دی منلی
ورته لمونځ اوعبادت کړم
شپه او ورځ يې و درګاه ته
پنځه واره په سجده يم
سبب دادی چي ته وايې :
چي ته ده يې پيدا کړى
ګراني موري ، ګراني موري
راته وايې ، راته وايې
دی رحمن اوهم رحيم دی
هم خا لق دی هم رازق دی
هم دځمکي اسمانونو
هم زمااوستا ما لک دی
موري موري زماموري
ته مي وجد ته سروريي
ته زما د زړه ټکور يې
ته چي هر خواته نظرکړي
چرت او فکر کي دي زه يم
ته چي هرخواته ګام اخلي
خيال اوذکر کي دي زه يم
زما غم وتاته غم دی
چي خوشحا ل يم ته خوښي کړي
نوموري موري زماموري
ترهغه چي زه پوهيږم
ته زما لپاره ژوند کړي
ددنياتوروتياروکي
ته زمادسترګو نور يي
موري موري زماموري
منتظر مسيد دي ځار شي
ستا دپښو تر توروخاورو
درد او غم دي ټول په ما شه
دجنت فريشتي حوري
موري موري زما موري
ته زما دسترګو توريي
ته زما دزړه تکور يي
تاشکند ازبکستان (١٧_جون _١٩٩١)
",ګراني موري ، ګراني موري
1588,علي محمد سباوون، كندهار,"
د قاتلو شپو له ظلمه، موږ تيت شوي په اسمان يوپه ژوندوني لكه ستوري، موږ په سپينه ورځ پنهان يو ژبغړانده غوندې خوله كې مو ده ايښې د ګونګ ژبه چې څوك نه وي لكه فكر موږ په هغه ځاى ګويان يو يو قدم كه چېرې اخلو، پر طرف د ارتقا موږپه دويم كې زولانه يو، محكوم شوي په زندان يو په پردي مسير مو تګ دى، لا له ځانه خبر نه يو چې د كوم راهب پيرو يو او پر كومه لار روان يو كه د خپل مخكښ پر لاره روان نه شو سباوونه!د كنعان غوندې همېش به موږ ډوب شوي په توپان يو. ",غزل
1589,ذبيح الله احساس، مزار شريف,"
زړګيه! وايه فيصله اوس كوهچې كوم خوا ځو، ما نه خو لورى ورك دىموږ هره شپه ده په ماښام پيل كړې خو نن يې نخښه رانه ستورى ورك دىچې قناعت كوي په خپله برخهلكه چې نن په كې سرزورى ورك دىراښكاره نه ده د وصال نخښه مو زما ملګرى، زما سيورى ورك دىڅه به احساس د شاعري وكړمهچې د غزل مې لومړى تورى ورك دى. ",ملګرى
1590,پير محمد كاروان,"
ګلونو! په جرګه ورشئ بلبله مرورهاواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره
دا داسې يو اواز ته وا جادو نه راوتلىد غرونو د قُمري له كوكوكو نه راوتلىله زړه نه كه د شاتو له كندو نه راوتلىدا چا رانجه وركړي، چې غزله مرورهاواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره
اواز د قمرګلې په اوبو كې ګلابونهګډېږي په نرګسو په شبو كې ګلابونهشيخانو ته موسكي شي په تسبو كې ګلابونهله خپل جنتي غږ نه نو بيا څله مرورهاواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره
نيلى د نغمو زين راوله، راشه په ركاب كېكړه جوړه هنګامه په سرينده او په رباب كېورګډه په څپو شه د سندرو په درياب كېموسكۍ شه، كه څه هم يې په زر ځله مرورهاواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره 1382_12_17ل كال، خيرخانه مېنه، كابل ",د پښتو تكړه سندرغاړې قمرګلې ته!
1591,سيدشاه سعود، پېښور,"
ته چې راسره يې كايناتو پسې نه ګرځمبس له دې نه وړاندې امكاناتو پسې نه ګرځمزه د خپلې لارې په لټون باندې پوهېږمهځكه د منصور انكشافاتو پسې نه ګرځمبس كه يو نظر راته د ژوند هومره راوبخښېنور به دې د حُسن مراعاتو پسې نه ګرځمحُسن راته وويل چې شين تاويز په غاړه كړهمينې راته ووې: خرافاتو پسې نه ګرځمڅه وكړم چې بله لاره نه شته ګنې هسې خو زه لېونى نه يم، مشكلاتو پسې نه ګرځم. ",غزل
1592,قدرت الله حليم، سويډن- مالمو,"
نه زړه زما سوځېږي او نه تن لرم جانانهنه ستا ګلونه غواړم، نه چمن لرم جانانههر چا پرې اورولي دي، خپل نيت هومره بمونهپه اور كې لولپه غوندې وطن لرم جانانههېڅ وخت پرې د سپرلي څښتنو پېښه نه ده كړېسپېره د خزان غېږ كې پروت ګلشن لرم جانانهڅادر يې كړم كوم سر ته او بيرغ و كوم مزار ته ملنګ غوندې يو څيرى پېراهن لرم جانانهورېښمين دسمال دې واخله دا به تا لره په كار شيحليم و خپلو اوښكو ته لمن لرم جانانه. ",لمن
1593,ازاد خان ازاد، عمر اباد,"
خدايه! په هر ګام كې ظالمانو ژړولى يمتل لكه كابل خپلو خپلوانو ژړولى يمزه د مين زړه سورى سورى، زخمي زخمي يمهاوس هم په سلګو يم، چې خوبانو ژړولى يمدا چې مې له سترګو نن د اوښكو پرځاى وينې ځيدې اوښكو سلګو د يتيمانو ژړولى يمستړى د ګور مړى در په در، خاورې په سر يمه اوسم پښتنو كې، جاهلانو ژړولى يمتل د محبت پرځاى نفرت سره ياري كويداسې څو له شره ډك كسانو ژړولى يمپرې يې ږده ازاده! نوكري د سركار وركه شهڅو ځله دې خپلو افسرانو ژړولى يم. ",غزل
1594,احسان الله جرس، كندهار,"
كلي كې ډېره وه خوښي او هېڅ مو غم نه وچې كله غم و، بيا له غرونو څخه كم نه و منم ټيكه يې، پر تندي وه د سندرو اېښېمګر باور يې هېڅ په رام او په صنم نه ود خان په كور كې اسلحه وه، بې حسابه پرته مګر په برخه يې يوه دانه قلم نه و چې پر بارخو دې ترڅو اوښكې بهېدلې نه وېګلاب خو وې، مګر پر پاڼه دې شبنم نه و دا به قسمت و، چې مې يار كله هم ونه ليدهګنې جانان مې له ما ليرې يو قدم نه و. ",غزل
1595,بشيراحمد نادم، كوټه,"
ښايست او رنګينيو مازيګر نه كډه وكړهچې ښكلو مستو پېغلو له ګودر نه كډه وكړهاحساس چې يې پښتون و او پښتو به يې پاللـه هغو جګو شملو نن له خيبر نه كډه وكړهد سترګو يو نظر دې د لقمان په څېر طبيب وچې زړه مې د دردونو له پرهر نه كډه وكړه. ",خيبر
1596,زاهد عبدالرحمان رشيدزوى، غزنى,"
د دې وطن په تاو راتاو غرونو كېما د چترال د غرو هوسۍ وليدهد غرو پر پراخه او اواره لمن په مراندو ټينګه مې كېږدۍ وليدهپر هر يو كاڼي لګېدلې اوبهاوبو په څنګ كې مې كوچۍ وليدهترېنه راتاوه توره سپينه رمه كلي په څنګ كې مې شپونكۍ وليدهد خوب ليدو مې وو دا واړه غزلپه توره شپه كې مې چومنۍ| وليده.
| زموږ په لهجه كې چومنۍ شيطان څراغ ته وايي.
",د وطن كوچۍ
1597,سعيد زابلى- غوړه مرغه- زابل,"
له چا فتوا واخلو، له چا سره غزا وكووتوره په لاس كې يو حيران، څنګه بينا وكووقاتل چې راشي زموږ په كلي كې وژنه وكړيزموږ په وس كې نه وي څه، مړه ته دعا وكوود قدرت مخكې مو له قام سره وي ډېره مينهچې شو واكمن، نو ظلم ښه بې انتها وكووخلك اختر كې په غويو پسې چړې راكاږيزموږ په كور كې بل څه نه وي، نو حلوا وكووياره سعيده! نن ورځو خو ګوره پام به دې ويكه يار ښكنځلې كې راسر، موږ به موسكا وكوو. ",غزل
1598,عبدالصبور ټكر,"
نور به زلمي قلم په سر ږدي، ټوپك اور كې سېزيكتاب پر سترګو، پر ځيګر ږدي، ټوپك اور كې سېزينور د پرديو په لمسون خپل كلي نه ورانويډېوې د علم لر و بر ږدي، ټوپك اور كې سېزيدوى ته تعليم په كار دى، دوې لسيزې جنګ ځپليقدم د هر ښوونځي په در ږدي، ټوپك اور كې سېزيتل به د خپل وطن د هر بچي پالنه كويبېل پر اوږه، هر يو بزګر ږدي، ټوپك اور كې سېزيعبدالصبور ټكر د هغې پېغلې خال يادويچې په قلم يې په هنر ږدي، ټوپك اور كې سېزي. ",ټوپك
1599,فتح الله احمدي، غزنى,"
صوفي غوښې، وريجې غواړي د جنت په نعمتو كېهم له حورو سره ملاسته پر ورېښمينو پالنګو كېد غلمانو په هوس دې، هر ماښام كوي نفلونهچې يې وګماري خدمت ته څو پوړيزه تعميرونهد شيدو ويالې يې خوښې، خو په ميو زړه نازړه دىچې ګډون يې كړى نه دى، په محفل د ميخانو كېما د تاك په رګ كې مينه په نظر كې ده نيولېلټوم يې، لټوم يې، د جنت په پيمانو كېكه ساقي په توده مينه يو پياله د ميو راكړهدغه مينه به پالمه د دوو سترګو په لېمو كې. ",غزل
1600,داود خاطر، ږوب,"
ټولې سترګې په ژړا دي
خپلې اوښكې ته كړه پاكې
زه به هم اوښكې صفا كړم
ولې هر سړى ژړا كړي؟
په ژړا څه نه جوړېږي
هره خوا دي اوښكې اوښكې
ټولې سترګې په ژړا دي
راشه ياره! چې موږ دواړه
پاكې كړو اوښكې د سترګو
ته له ځانه دسمال جوړ كړه
زه به هم لكه دسمال شم
ټولې اوښكې به صفا كړو
ټولې اوښكې به صفا كړو.
",دسمال
1601,نصرالله رحيمي، غزني,"
دا د كومې شپېلۍ غږ دى
دا د كوم رباب نغمې دي
چې احساس ته مې نغمې شوې
بيا د غره لمنې شنې دي
بيا ګلبوټي ورته خاندي
بيا يې شور د بلبلانو
په ګلشن كې انګازې كړي
بيا د مينې لېونتوب دى
چې مجنون يې راژوندى كړ
نه په دښتو كې سراب و
نه ګلونو كې اغزي وو
نه مې يار سره اغيار و
نه رقيب و، نه يې كار و
دا د زړونو همرازي وه
دا د سترګو سترګو جنګ و
په جانان دې زما قسم وي
دا يو خوب و، دا يو خيال و
دا يو خوب شو، دا يو خيال شو.
",خيالونه
1602,تقي حصار شاهيوال، ننګرهار,"
څراغ د اميدو به شم، رڼا به راولمدې وچو سپېرو شونډو ته خندا به راولمجګړو راته سېزلي د وطن د بڼ ګلونهسپرلى به شم، وږمې به شم، ښكلا به راولمزما خوږه هېواده! په لمبې ستي- ستي شوېزخمونه به دې روغ كړمه، دوا به راولميتيم ته به د نوي ژوندون نوى زېرى وركړممستي به شم، خوښي به شم، خندا به راولمد مينې ولولو ته به د مينې رڼا وركړممجنون به شم، مفتون به شم، ليلا به راولمتقي حصارشاهيوال ټپي زړونه به مرهم كړمتيارې به دړې وړې كړم، سبا به راولم. ",غزل
1603,انځورګر,"
كه څه هم د نړۍ په نورو هېوادونو كې د ژبو د ودې او پرمختګ لپاره په لسګونو اكاډمۍ او مركزونه جوړ شوي، چې د حكومت له خوا يې مالي او معنوي ملاتړ كېږي، چې د كار پايله يې هماغه د ژبو بېسارې پراختيا او پرمختيا ده. همدا وجه ده چې نن سبا زياتې ژبې د كمپيوټر او ټنكالوژۍ په برخه كې كارېدونكي او ژوندۍ دي، چې هغه د چا خبره پر نړۍ راج چلوي.
څرنګه چې د لرغونې، وياړلې او خوږې (پښتو) لپاره كوم دولتي مركز او ارګان نه شته، چې روزنه او پالنه يې وكړي، خو داسې ډېر ځوانان او شاه زلمي پيدا كېږي، چې د خپل ملي احساس له مخې په بېلګړي (انفرادي) ډول د يوې ژوندۍ اكاډمۍ په څېر كار كوي.
عبدالله هنرمل يې يو بل خواخوږى دى، چې په يوازې سر يې د كمپيوټر 98، اكس پي او 2000 وينډوزونو لپاره پښتو پروګرامونه جوړ كړي، چې تر 46زياتې ښكلې او ګلالۍ ليكبڼې (فونټونه) لري.
دغه ځوان د پښتو لنډيو يوه غورچاڼ ته هم كمپيوټري بڼه وركړې، چې ښكلې ډيزاين شوي او هر رديف يې په بېله- بېله پاڼه كې اوډل شوى دى. په دې وروستيو كې يې د رحمان بابا او حميدبابا دېوانونو ته هم كمپيوټري بڼه وركړې او په ښكلې بڼه يې ډيزاين كړي دي.
د هوسۍ اداره له ښاغلي هنرمل څخه مننه كوي، چې د دغې ادارې په كمپيوټر كې يې پښتو وردننه كړه، هوسۍ به يې دغه همكاري نه هېروي، هان! كه چېرې تاسې هم دغه پښتو وينډوزونه، پښتو لنډۍ، د رحمان بابا او حميدبابا دېوانونه د خپلو كمپيوټرونو لپاره په سي ډيانو كې غواړئ، نو په دې پته اړيكي وساتئ:
د خاد كوڅه، موسى خان جامع جومات ته مخامخ، د ښكلا مجلې دفتر، كندهار- افغانستان.
",پښتو د كمپيوټر ژبه شوه!
1604,استاد جان محمد كاكړ، امريكا,"
چې د مورد غېږې ژبې ته دې شا كړهتربيــه د مور و پـلاردې برمـلاكــــړهد آسمان په كتابوكـه څه هم پوه يېسود دې نه شته، خپله ژبه دې ترشا كـــړه نورې ژبې اوعلوم زده كـړه هنـر دىمېړه ها دى كې د مور ژبه ښكلاكــــړه چا ويل چې سيند خالى دى له ګوهره”چې غوټې پسې وهې لعل يې پيدا كړه“خواره ژبه او كلتور، ملت يې مړ دىملتپالوتر خپل قوم هـرڅـه فـداكـــړهپښتنوخـويندو! پالـنـه د بچـوكـــــړئكــنه زوى دې د پښتو ورماته ملا كـــړه ",غزل
1605,شپونكى لاروی ، روسيه,"
كوچۍ!زما ګرانې كوچۍ!
نه پوهېږم !
خو زړه مې همېشه غواړي
چې تاته!!
هو! تاته!!
د خپلو شنو درو
او شنو ورشوګانو
په شنو سرګړو پټ راغونه،
دا اوچت او دنګ دنګ غرونه
دڅوارلسمې سپوږمۍ د سپينو شپو
او د اېلبند د سپين سهارد شمالونو،
د خپل تېر شوي زاره چاودي ژوند،
كيسه وكړمه
هو! زړه مې ډېر څه غواړي
او دا ځكه چې زه ستا د سيمې يم
|||
كوچۍ! زما ګرانې كوچۍ!
څومره كه دا ماڼۍ، دلته دنګې او هسکې شي
خو زما او ستا، د هسكو غرنو څوكو ته نه شي رسېدی
څومره كه دا واټونه په رنګارنګ گلونو ښكلې شي
خو زما او ستا د ښكلو درو په ښكلاپسې نه شي رسېدی
څومره كه په لوړ اواز او لوړ انداز کې
مستو نغموسره مستې سندرې غبرګې شي
خو هغه ټولې ما ته پردۍ دي،
ما نه شي خپلولای
ځكه چې، زه ستا د سيمې يم
اوستا د سپېرو شونډو په سر مې
هغه لنډۍ تل يادېږي
هغه چې تا به
په خپل خواږه غږ کې تل ويله
هو!
همغه لنډۍ
ستا به په يادوي، كه هېره؟
خو زما هېره نه ده
زه يې اوس هم د ځان سره تل وايمه:
مورې! كوچيانو كې مې وركړه
چې تور پېکى مې د اېلبند شمال وهينه
",ګرانې کوچۍ!!
1606,سيد شاه سعود، پېښور,"
د هديرې هغو پنځو قبرونو
تورو جامو سره سمون خوړلو
د تورې شپې لحد كې تورو ميرو
زما او ستا په شانتې ساه اخيسته
د كايناتو سترګې ورپېدې
ورېځو تندر ته پناه وركړله
وخت په وجود كې تسلسل لرلو
خو دې شېبې په كې بدلون راوستو
ما چې له تېرو څو كلو راهيسې
څومره بې مخه ګناهونه لرل
هغه مې سترګو نه چاپېر كښېښوول
بيا مې يو څو شېبې ته ساه بنده كړه
په ماښامونو كې مې اور لګېده
د ژبې سر نه مې شعلې پورته شوې
يوه بې مخه، بې وجوده ښځه
له يو لحد ځنې راووتله
زما بې مخو ګناهونو ته يې
زما څرمنې نه كفن جوړ كړلو
زه يې هډوكو پورې وشمېرلم،
بيا يې پنځو باندې تقسيم كړلمه
او بيا لحد ته بېرته ننوته
ما چې چاپېره ځان ته وكتل نو
زه د منتر په دايره كې ومه
زما په ژبه هر يو څيز پوهېده
خو زه له خپله ځانه ووېرېدم
او له هندارې نه مې منډه كړله
اوس رانه هېر دى، څو كلونه وشول
خو چې سهار مې حجامت كولو
نو په دېوال مې ايينه ماته شوه.
",جادو
1607,عبدالله جان ملتيار، كوټه,"
سپوږمۍ درومي، ورو ورو لوېږي وخت بېګا راځنې اخلياى د نيمې شپې وصاله! تا سبا راځنې اخلينور خو هېڅ نه و راپاته، بس يو ته مې تسلي وېزما سرو سترګو څڅوبه، نن هم تا راځنې اخليدې رقيب مې نن شپېلۍ د اسرافيل لاسته راوړېپه يوه پوكي چې زما د عشق دنيا راځنې اخليد مهال تبر په لاس كې زما د زړه كعبه كې ګرځيابراهيم راباندې ژاړي، ديوتا راځنې اخليته مې وينې چې ملنګ يو، دې كوڅې ته ځم راځمه نور هېڅ نه شته، ځه خولګۍ او دا دعا راځنې اخليد اړپ شعار ورڅخه، دې رنځور كلي ته راغىد غضب لاس مې پر خوله ږدي، واويلا راځنې اخليد وختونو په مدار كې ځكه لمر يم ملتياره!دغه ستورى په تيارو كې، تل ځلا راځنې اخلي. ",رنځور كلى
1608,يحيى هماى، خوست,"
تغافل د يو نظر مې لاس له هر كېدون وباسيڅه مضر لكه رشوت چې زړه له هر قانون وباسيزموږ زړونه سنتي دي او په دوه ژونده باور يو څه به مرګ زما له سره ستا د عشق جنون وباسيزورور او دوړور به يې دا تاندې ولې وخوريګل به مړاوى شي له څانګو د ښكلا رغون وباسيژوند روان دى، ژوند روان دى، ژوند روان دىهر د راز و نياز د مينې له دې ښكلي شتون وباسيچې د زړونو له ساتلو له پاللو يې خبرېنور د فكر له نصابه كه چې دا مضمون وباسيكه مې ژوند غواړې يحيى په دواړو سترګو مې لاس نيسهالتفات مې د دې ښكلي پام كوه لړمون وباسي. ",تغافل
1609,: والټ ويتمن,"
ژباړن: عزت الله پېژاند
زه ځان لمانځم
زه ځان ستايم په سندره
ښايي زما د زړګي خوښه ستا شي خوښه
دا په دې چې،
زما وجود، بس ستا وجود دى
اى جانانه!
",د ځان سندره
1610,باز محمد عابد، كابل,"
څومره چې زړه باندې مې هر وخت رااورېږي جانان
هومـــــره ســـــاده دی هــــومره ژر مـــرورېـږي جانان
سپيــــــنې روپۍ يې په لمن يوازې شرنګ نه کوي
چې لـــــــمر ته وګوري د لمر غوندې پړقېږي جانان
لکـــــه چــــــې چــــــا ورتـــــه آمــين کــله ويلی نه دی
چـې مــې دُعـــــــــا غــونــدې له لپو نه تويېږي جانان
داسې هم نه ده چې پر ما يې ګوندې زړه سوزېږي
چې ما ته وګوري غوسه ورشي سوزېږي جــــــانان
بازه! ازار د کــــــومــــې زاڼــــې تــــور وزرې بــــه وي
چــې پــه لـــږ څـه کــې دې لــه لاســـه ازارېږي جانان ",غزل
1611,نذير احمد نذير,"
وخت دى ظالمه! چې د بل د شنو غنمو لو كړې
خو خداى به داسې وخت هم راولي چې
ستا پخې شوې شولې
له ډېر پوخوالي توى شي
دومره څوك نه وي
چې يې لَو وكړي.
",لَو
1612,فيض الحق مل، كوټه,"
زړه د يو مين يم، په غمونو كې مې ونغاړهوخته! كړاوونو، ماتمونو كې مې ونغاړهځغلنده نظر يم، د ګودر پر غاړه پرېوتميار ته مخامخ شوم، په سوالونو كې مې ونغاړهپروت يمه د خُم تر څنګه زه د چا خمار يمه راشه ساقي راشه، په جامونو كې مې ونغاړهزه لكه ټپه د ميوند خولې نه دې راوځمهته ملاله پېغله يې، ننګونو كې مې نغاړه وړه مې د كابل د ښار ښكلا يم الوتكه كېګوره پرې مې نه ږدې، په بمونو كې مې ونغاړهمل مې يې او خپل مې يې، خو زه دې هم پردى نه يم توري د غزل يمه، لفظونو كې مې ونغاړه. ",ونغاړه!
1613,عبدالقيوم مينه وال، كندهار,"
قلم، كاغذ مو مخكې شته دي، خو مات مات لاسونههم فيلسوف، هم فلسفه يو خو مات مات فكرونهد كايناتو تابلو زموږ له سترګو پټه نه ده ممبر د پوهې په كې زموږ دى، خو مات مات ګامونههومره نظر لرو چې كاڼو كې لالونه وينواوس چې دلبر هم رانه ورك دى خو مات مات نظرونه. ",مات- مات لالونه
1614,عادل اڅكزى، چمن,"
زړه ته مي سوز، سترګو ته نم پاته شو د وير بهير راته هر دم پاته شوچې يې زخمونه زما وليدلهګوته په غاښ ورته عالم پاته شوداسې څوك نه شته چې مې درد شريك كړيمل د ښې ورځې يار په چم پاته شوترس د ناترسو به هېڅ نه شي پر موږ كه مې هرڅو په خوا كې غم پاته شو عادله! اوس لا ځنې ګټه واخله چې وخت تېرېږي عمر كم پاته شو. ", پاته شو
1615,محمد انور، دوبۍ,"
څه يې كومه چې رادرومي د غمو پسرلىدا د اورونو، زلزلو او سېلاوو پسرلىما يې د تېرو دردو جاج ورپوره كړى نه دىبستر تړلى بيا رادرومي په نخرو پسرلىما ته يې اوښكې په ګرېوان د يتيمانو توى ديڅنګه به وكړم هركلى د دې تيارو پسرلىټوله جهان لره چې لاړ شي، خنداګانې وروړيپه موږ راپرېوځي لكه تندر اسمانو پسرلىانوري صبر كوه ډېره حوصله په كار ده مولا به راولي پر موږ د امېلو پسرلى.
",غزل
1616,سهار,"
هغې ته چې تر اوسه يې هم زما په زړه كې د مينې څراغ بل دى.
نن د سګرېټ لوګي ته ناست وم ګلې!
ما وې چې غم به دې پې ولوبوم
خدايږو چې څنګه مې راياده شوله
يوه ورځ مې مور هسې په غوږ وهلم:
”زويه! د مينې نه لاس واخله زياتي
دا د پيسو وګړي نه خپلېږي،
ستا په قسمت كې غريبي ليكلې
خان او غريب سره جوړېږي كله“.
اوس د سګرېټ لوګي ته ناست يم ګلې!
مخ ته مې ايښي د رحمان شعرونه
زما د مور خبره سمه خېژي
ځكه خو وايي چې ”نذيره“ زويه!
”نه شي د خانانو غريبانو سره كلي
چېرته عزيز خان، چېرته ملنګ عبدالرحمان“ ",غزل
1617,فتح الله احمدي، غزنى,"
چې يې شونډې سوربخونې يمه توردىحيرانتيا دى د رنګرېز مرموزه چار ته تورې زلفې يې پرمخ خورې ورې شوېما شالله د خورو زلفو اختيار ته په كټ كټ خندا يې غاښ برېښنا كړه جوړه سترګې ټيټې شوې صنعت د كردګار ته چې د سترګو په بڼو پر زړه ويشتل كا ډېر په وياړ يې تمه دار يمه ګوزار ته كه د زلفو په تار سر په غرغره ږدم ما په خپله لاس اوږد كړى د مرګ دار ته. ",غزل
1618,امير محمد سمسور، مزار شريف,"
هغه زړګى، هغه بلبل، هغه بورا لټومهغه مين د تورو زلفو د ليلا لټومچې پاڼه پاڼه ونې_ بوټي يې ټوكېږي سباهغه ښايست د سرو ګلونو په سارا لټوم. ",څلوريزه
1619,صديق الله مين، كوټه,"
زما پښې نه پر ورتلې نه ورتلمهما يې له مينې نه توبه كښلې وه سترګو وه دا راسره ژمنه كړېچې به بيا ديد نه كړي د هغه ښكليچا چې رټلى، ځورولى يم زه
|||
ظالمه! تا راسره ضد كولو كله دې هم زه كرار نه پرېښودمغوښتل دې دا چې يوځل بيا ورشمه هغه مغرور، ها بې پروا ښكلي ته چا چې شړلى وم په څو ځلي زه له خپله دره بېنوا، مايوسه
|||
هو! زه خبر وم ځكه نه ورتلمه چې هغه ما نه بېخي سخت نفرت كړيخو تا هم ضد لكه ماشوم ډېر كاوه اخر مجبوره شولم بيا ورغلم خو كړم يې دا ځل بيا تر هر وخت ډېر سپك
|||
ځكه مې خاندي اوس پر حال خپل ارمان نادانه! ته د تن پاچا يادېږېخو مګر زه شوم ستا له لاسه داسېچې هېڅ هوس كولاى نه شمه اوسپه دغه خپل مست زلميتوب باندې نورزړګيه! تا كړمه له ژونده بېزارزړګيه! تا كړمه له ژوند بېزار.
",د تن پاچا
1620,شېرالله مراد، پكتيا,"
زما د زړه په قبرستان كې رانه وركه ياره!
يا د ژوندون په ګڼ بازار كې نادركه ياره!
دا ستا يادونه مې ښخ كړي دي د زړه په ځمكه
پرې مې مزار جوړ كړى
زما د زړه ځمكه اوس ورانه هديره جوړه ده
او د يادونو د قبرونو پته هم نه كېږي
خو زه ورځمه ستا په قبر باندې نښې كرم
چې رانه ورك نه شې
او نادركه نه شې
نښې نو څنګه دي نو وايه رانه وخو پوښته
د سترګو ګاټي مې پرې ايښې دي د كاڼو پرځاى
او بيا مې سور غوندې د خپلو وينو رنګ وركړى.
چې رنګ يې تت شي،
د روزګار په ګرد، ګردمن شي نو بيا
بيا يوه ورځ يې زه په اوښكو باندې ووينمه
او د خپل څيرې ګرېوانه نه رنجې وباسمه
ستا د مزار په لكړګۍ باندې يې ولګوم
او ستا تصوير له جېبه وباسمه كښېنم ورته
يوه لحظه په سوچ كې
د رپ رپانده خپل ګرېوان رنجې ته
او ستا د ماضي ښكلا ته
نو ستا د يادونو قبر
او ستا بېلتون له مانه
ما كړي مجبور
چې د خپل زړه په هديره كې نوره
زه مينجور ستا د يادونو د مزار جوړ شم
له دنيا لاس واخلم
خو داسې هم نه ده
ستا سره خوا كې نور قبرونه هم شته
دغه هم ستا غوندې ياران وو زما
خواږه دوستان وو زما
اوس يې يادونه هم زما د زړه په تل كې ښخ دي
او ستا قبر په كې داسې ښكاري
لكه له قبره وتى نه چې نور
واړه قبرو ته تاو وي
خلك ورځي د مومنانو په نوم
او پر پېغلو يې مات بنګړي اچوي
تل د خپل زړه د مرادونو د عاګانې كوي
ما ته هم دا د چا قبرونه ښكاري
ما ته هم داسې واړه زړونه ښكاري.
",ياد
1621,,"
د مرغومي لومړۍ ، د ١٣٨٣
کابل : د ولسمشر حامد کرزي وياند جاويد لودين له ورځپاڼه ليکونکو سره د خبرو پر وخت روښانه کړه چې ښاغلی کرزی پر خپلو هغو وزيرانو چې دوه تابعيتونه لري فشار اچوي چې د اساسي قانون له غوښتنو سره سم يو پريږدي .
وړمه ورځ ښاغلي کرزي په خپل خبري کانفرانس کې تر يوۀ ځايه همدا ويلي و چې د کابينې د اعلان ځنډ يې له همدې امله دی .
د افغانستان اساسي قانون غوښتنه لري چې وزيران بايد يوازې د افغانستان تابعيت ولري خو که کوم غړی دوهم تابعيت هم لري نو بايد ولسي جرګه دا پريکړه وکړي چې هغه مناسب ګڼي که نه .
د افغانستان د لنډ مهالې کابينې ځينې تر ټولو تکړه او فعاله وزيران هغه و چې دوه ګوني تابعيتونه يې لرل .
په کابل کې د سياسي مسايلو ځينې کتونکي په دې باور دي چې دغه وزيران له خپل دوهم تابعيت څخه په ګرانه تېريدونکي دي .
دغه کسان وايي چې د افغانستان سياسي فضا لا تر اوسه ټيکاو نه لري او دا امکان ليرې نه دی چې د کورنيو فشارونو له امله ولسمشر هره ګړۍ د کابينې هغه غړي ليرې کړي چې له جنګسالارانو سره تړاو نه لري . په دغه ډول يوۀ حالت کې دوه ګونی تابعيت د ضمانت يوه وسيله ده .
د اساسي قانون په لويی جرګې کې د دوه ګوني تابعيت مخالفت تر ډيره هغو کسانو وکړ چې ګواکې له جنګسالارو ډلو ټپلو سره يې ګټې خوندي وې . ",کرزی له وزيرانو غواړي چې يو تابعيت ومني
1622,,"
د مرغومي ١ ، ١٣٨٣
کابل : په کابل ، کندهار او هلمند کې فرهنګي کړيو د ارواښاد استاد رښتين د ميرمن په مړينه خپله خواشيني ښوولې ده .
ميرمن رښتين د ٧٥ کلونو په عمر تېره اوونۍ په حق ورسيده او د استاد زيارت ته نژدې په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شوه .
د خواخوږۍ په پيغام کې راغلي چې د استاد رښتين د ميرمن په مړينه د وير ټغر ويړ دی . د استاد اولادونو ته صبر او اجر غواړو . ",د ارواښاد استاد رښتين د ميرمن پر مړينه د وير ټغر ويړ دی
1623,,"
ارواښاد ډاکټر علي احمدپوپل خان پوپل د ٢٠٠٤ زېږديز کال د نومبر د مياشتي پر ٢١مه نېټۀ د المان د ايسن په ښار کښي په حق ورسيدی . خدای بخښلی ډاکټر علي احمد خان پوپل٨٨ کاله پخوا دخوست په ولايت کښي زېږېدلی و .
د ارواښاد پوپل صاحب لپاره ځانګړې ويبپاڼه جوړه شوې ده ، چي پر ځينو برخو يې اوس هم کار روان دی .
تاسو د ارواښاد ډاکټر علي احمد خان پوپل لپاره په ځانګړې شوې ويبپاڼه کښي د نوموړي په اړه بېلابېل مالومات لوستلای شئ .
په نوموړې ويبپاڼه کښي اوس د ميلمنو پاڼه هم جوړه شوې ده ، او تاسو کولای شئ د ارواښاد ډاکټر علي احمد خان پوپل په اړه خپلي خاطرې او د خواخوږۍ پيغامونه هلته وليکئ . د نوموړي پاڼي د ميلمنو پاڼي ته د ورتللو لپاره دلته کليک وکړئ .
د ويبپاڼي پوره پته داسي ده : www.aliahmadpopal.com
",ارواښاد ډاکټر علي احمد خان پوپل ويبپاڼه
1624,,"
يوه پښتو، كره پښتو
د هرې ژبې د پرمختګ لپاره د معياري ليكدود (رسم الخط) درلودل، يو اساسي او ضروري شرط دى. د پښتو ژبې د معياري ليكدود لپاره تر اوسه پورې پښتو ټولنې (علومو اكاډمۍ) او باړه ګلۍ ځينې پرېكړې كړې دي، خو دغه پرېكړې له يوې خوا بېخي لږې او له بلې خوا د ځينو ژبپوهانو او ليكوالانو له نظره ځينې يې ناسمې دي او له سره غور غواړي. دغه ډول د نويو لغتونو د جوړولو په برخه كې هم خپلسري ډېره شوې ده.
(ميوند كلتوري ټولنه_ كندهار) غواړي چې د پښتو ژبې د معياري ليكدود لپاره يو سيمينار جوړ كړي، چې د كوزې او برې پښتونخوا ليكوالان او ژبپوهان برخه په كې ولري. خو لومړى بايد د ليكدود دغه اختلافي صورتونه راټول او بيا سيمينار ته وړاندې شي.
موږ د پښتو ژبې له ټولو ژبپوهانو او ليكوالو څخه هيله كوو، چې په دې كار كې زموږ ملا وتړي. دوى كولاى شي چې موږته يوازې دغه اختلافي صورتونه راولېږي او يا د علمي دلايلو په وړاندې كولو سره يوه كره بڼه يې هم په نښه كړي. كېداى شي دغه بڼه په نښه كول يې پر بېلابېلو علمي پرنسيپونو ولاړ وي، لكه: لرغونوالى او قدامت_ اختصار يا لنډون_ اسانوالى او فصاحت_ دودوالى يا عاموالى_ توپير اونه التباس_ اهنګوالى او بلاغت_ څرګندوالى او د افادې ځواك_ د ويونكو ډېروالى او داسې نور...
دغه ډول نوي جوړ شوي لغتونه اويا د يوه پردي لغت په اړه، چې بايد په پښتو كې څه ډول معادل ورته ولرو، هم خپل وړانديز راولېږئ.
پر دې سربېره، كه د سيمينار د اجنډا او يا طرزالعمل په باب كوم وړانديز لرئ، نو هم يې زموږ څخه مه سپموئ. موږ به ستاسې وړانديزونو ته سترګې پر لار يو.
زموږ پتې دا دي:
كابل:
G. P. O Box # 5898
كوټه:
G. P. O Box # 533
پېښور:
U. P. O Box # 704
برېښناليك:
maiwandnet@yahoo.com
ګرځنده ټليفون:
0093 (0) 70 21 16 96 ",اقتراح (يوه پښتو، كره پښتو)
1625, نور الحبیب نثار,"
كه د امو له لارې، كه په پنجاب راغلىد انقلاب په نامه، خانه خراب راغلىزموږ د ژوند سيمه يې، زېر و زبر كړه همهيو له رواجه بهر، بل بې كتاب راغلى. ",څلوريزه
1626,عبدالله پيكار، كابل,"
اوس هغه ُسر او سندريزه کرشمه نه لرماوس هغه تا ل او ترنم هغه نغمه نه لرماوس مې د زړه تارونه تار په تار شلېدلي پراتهد شرنګېدلي غزل مسته زمزمه نه لرم|||
اوس مې په زړه کې د صنم د موسکا وږم نه شتهد چا د ياد هغه حسينه بتخانه ورانه دهاو س د سپوږمۍ او لمر په راز و نياز کې نه يم شريکاوس خو له ما سره دا ټوله زمانه ورانه ده|||
زه په نړۍ کې بې ارزښته او ناچله سکهد خپل سپېره تقدير په لاس کې بې قيمته پرتهد خپل ورک شوي قام د سوي تاريخ سوې پاڼهپه خړو خاورو کې نالوستې بې عزته پرته |||
زه د بېوسو او بې کسو بايلل شوې جګړهنه کوم فا تح لرمه، نه کوم قهرمان لرمهله خپل اسمان، له خپلې ځمکې شړل شوی يمهنه مې مکان د اوسېدو شته نه زمان لرمه |||
اوس مې د رنګ او رڼا ټولې جزيرې ورکې کړېاوس د تياره تياره وختونوپه تالاب کې اوسماوس زما ياد د چا په خوا او په خا طر کې نه شتههېر شوی خوب يم په هېر شوي اضطراب کې اوسم |||
اوس مې د خيال ميخانه توره هديره ده اشناهغه مستي هغه ساقي او هغه جام نه لريزه اوس د کوم احساس له مخې ترانه ووايماوس مې سندره بې مقصده ده پيغام نه لري. كابل ٢٠٠٤-٣-٢٧
",نظم
1627,تقي حصار شاهيوال,"
له خپل عزته ځارېده، قربانېده، خندېدهافغانه پېغله په سرو وينو لمبېده، خندېدهلكه ناهيده چې له خپل پته يې ځان قربان كړله لوړه پوړه چې پر ځمكه رالوېده، خندېدهځان يې قربان كړ، خو د پت لوى درناوى يې وكړله پنځم چته چې پر خاورو توغلېده، خندېدهد شهادت مقام يې وګاټه هغې افغانېد پېغلو ميره پس له مرګه ځلېده، خندېدهد حيا نښه شوله دا ټولې دنيا ته ښكاره د رزيلانو له پنجو چې خلاصېده، خندېدهد پت عزت اواز يې خپور شو پر جهان ملګرو!له بې پتۍ نه په مرګي خوشحالېده، خندېدهابدي ژوند دې مبارك شه زموږ خور ناهيدې!چې جنازې افغانو پېغلو اخيسته، خندېدهحصار شاهيوال تقي به ستا په نوم كيسې وليكيناهيد افغانه چې د مرګ كلي ته تله، خندېده. ",شهيدې ناهيدې ته!
1628,قدرت الله حليم، سويډن,"
سپرلى به راشي په اميد يې ولې شم صنمه!يو څو ګلان دې و وربل لره راوړم صنمه!
د منګوټيو له كتار سره اتڼونه وي جوړ ګودر ته پېغلې ورروانې او سيلونه وي جوړ په يكه قربان او يكه زار به دې ستايم صنمه!يو څو ګلان دې و وربل لره راوړم صنمه!
كه د هلمند شور مو مولا ساز په مستۍ كړي راته زړه مو خړوب غواړي، باران او هم ږلۍ كړي راته بل پر زړګي باندې ارمان كله لرم صنمه يو څو ګلان دې و وربل لره راوړم صنمه!
غرونه رغونه او ساراوې ټولې شنې كه شولېد شپېلۍ غږ او د بلبل ښكلې نغمې كه شولېدر سره يوځاى په مېله د قرغې ځم صنمه!يو څو ګلان دې و وربل لره راوړم صنمه!
پر وران هېواد چې مو الله لږ رحمتونه وكړيلږ پرې د سولې او د امن بارانونه وكړيحليم په زړه كې همدغه ارمان لرم صنمه! يو څو ګلان دې و وربل لره راوړم صنمه!. ",سندره
1629,پلوشه ساپۍ,"
ستا په وياړ ما
دا غمونه، دغه اوښكې، دغه هيلې
څوكيدارې ودرولې
ما وېل ياره!
ته راځې به.
د زړګي ورانې كوڅې ته، ته مېلمه يې
ته زما د مينې يار يې
اى زما پښتونه عشقه!
ته مې يار يې
بې له تا د مينې راز مې
هسې تشه افسانه ده
ما وېل ياره!
ته راځې به، د زړګي ورانې كوڅې ته
ته مېلمه يې. ",ته مېلمه يې
1630,خالد، د كڼو او ګونګيانو ښوونځى/ جلال اباد,"
دلته هر سړى اوسېږي، دا جهان د اوسېدو دىځورېدلې خورې راشه! ستا وطن په جوړېدو دى
|| |
ستا ښايست نه شرمېدلې هره حوره تا ښوولې وه اغيار ته خپله توره نن پردي وطن كې ګرځې، ستا حالت د ژړېدو دىځورېدلې خورې راشه! ستا وطن په جوړېدو دى
|||
ستا له حق نه هر قاضي د وخت منكر وستا لپاره هر بې علمه فتواګر ود همت لمنه نيسه، ستا احساس اوس د ليدو دىځورېدلې خورې راشه! ستا وطن په جوړېدو دى
|||
هر ګړي سوځېدلې په لمبو كېمكتب نه و، ناسته وې تورو تمبو كېتا چې مټې بډوهلې، ستا قدم د ښكلېدو دىځورېدلې خورې راشه! ستا وطن په جوړېدو دى
|||
قرباني لره هروختي په خندا ويازادۍ سره بس چيغه د ""جويا"" ويتا نقاب كړ د وخت څېرې، ستا ښايست په ځلېدو دىځورېدلې خورې راشه! ستا وطن په جوړېدو دى. ",مسافره!
1631,صاحب ګل فرهاد,"
هم د چنار، هم د نښتر ګلونهټوكېږي بيا پر سمه، غر ګلونه
زه به دا ستا كوڅې په ګلو، ګل كړمكه چېرې راوړل سوداګر ګلونه
زموږ په كلي كې به بيا وړيا شيسپرلى به راوړي بختور ګلونه
چې ليلا بيا په وربل ګل وټومبيسپرليه! شنه كړه پر ګودر ګلونه
سپرليه! راشه بيا ټكور ټكور كړهد ځوږو زړونو د پرهر ګلونه
فرهاده! هله به سپرلى شي پر ما چې كړمه ښكل د پېښور ګلونه.
",غزل
1632, عبدالاحمد محمديار، كندهار,"
زما ياغي ځواني چې د مستۍ پر مدار وګرځيياره زمانه د جهنم پر انګار وګرځيزه كه د خوږې ګناه انداز چېرې تعريف كړمهزر ځله به بېرته له توبې توبه ګار وګرځيكفر او اسلام به مې و هېچا ته ښكاره نه شيهر يو محتسب به مې له رنګه بېزار وګرځيدا خيرن وګړي دې خپل تور لاس پر راوموږيبيا دې زما د تورمخ تصويرونه په ښار وګرځي
ټول وطن دې خوله شي او دا ټول جهان دې سترګې شيزما د بدناميو اوازه دې په جار وګرځي. ",د مستۍ مدار
1633,عبدالله مجبور مومندزاده,"
څومره خوږه- خوږه فضا وه چې يوځلې لاړهدا خو له مينې نه په غلا وه چې يوځلې لاړهله اداګانو، فرېبو او كرشمو نه ډكه ما ته ښكارېږي بېوفا وه چې يوځلې لاړه دا خو د حسن ذمه وار ما ته ښكارېږي ګلهد پشكال غوندې هوا وه، چې يوځلې لاړه چې ما مجبور يې د دې شونډو پر سر شونډې كښېږديخدايږو چې بل رنګه ښكلا وه چې يوځلې لاړه. ",لاړه
1634,شفيق الله شاداب,"
ستا غم كې مې بې واره بيا لمنې ته راځيد دواړو سترګو اوښكې چې مې زنې ته راځيدا نن چې انتظار هم د ګبين هسې شيرين دىد ټول ژوند د تړون لپاره ژمنې ته راځيآڅوك چې امن غواړي دغه ټول امن شكن ديپه نوم د اور- وژنې ورور- وژنې ته راځييوه غاړه دې څه راكړه، خولې دې پر مخ راغلېچې څومره اندېښنې وي تا ډارنې ته راځيله داسې رنځه روغ مه شه شادابه ادم خانه!چې خپله درخانۍ درته پوښتنې ته راځي. ",غزل
1635,فتح الله احمدي، غزنى,"
لويه خدايه! راته ګوره چې خبرې دې ګړبړېد وطن ابليسان غواړي، بيا زموږ پر سيمه شخړېشيطانان دي رټل شوي، خو پر موږه باداري كاچې لمنې زموږ بيا كړي خپلمنځي جګړې ككړېپاكه خدايه! راته ګوره اتحاد مو دى اومړىوطنپال دي شړل شوي تنپرست په وطن څړيپښتنې حورې سرتورې د بې پتو په كوڅو كېبېنوا لوڅې پښې، وربل په خاورو خړې پړې
كه فرعون ته رود نيل و، ابرهه ته ابابيل واوس څوك نه شته چې د ظلم دروازې كړي دړې وړې؟",غزل
1636,زاهدشاه انګار، خوست,"
د ژړا په سمندر كې څاڅكى اوښكه خندومهد تيارې په لوى توپان كې يو د نور بڅرى ږدمهد جانان د څڼوول ته يو ګلاب له خاورو غواړمپر سرخاورې دوړومه او خپل ځان خاورې كومهزه د مينې په درياب كې لاهو شوى او ورك شوىلا هم ورك نه يم له ځانه، ورك جانان مې لټومهدا سرې وينې مې عالمه د جانان د زنې خال كړئله زړګي نه هره داره ډك سيندونه بهومهكه خمار دى، كه نشه ده، كه مستي ده، كه ځواني دهد ساقي سترګو كې وينم خو ترې سترګې اړومهدا ژوندون نيمګړى جام دى او مستي يې ده نيمګړېدا شراب ترې تويومه او خمار يې مستومهستا د حسن له اسمانه مرور كه وي كوم ستورىله سپوږمۍ غگېږ تاوومه مرور پخلا كومهښايسته كه جهان نه و، يا د ښكلو جهان نه شوكه سپرغۍ كې پټ ""انګار"" شوم دا جهان لمبه كومه. ",غزل
1637,قاضي محمد حسن حقيار,"
تا دې د بڼو، غشو كمان ته ګوته ونيوهما د زړه زخمو، څيرې ګرېوان ته ګوته ونيوهما ويل وايه نور څومره زخمونه راكوې راته دې په غرور څاڅكو د باران ته ګوته ونيوهومې پوښت ريبار د يار له كبره چې به څومره وي؟وې خوځاوه سر بيا يې اسمان ته ګوته ونيوهما ويل د ګلاب، نرګس، رامبېل، چامبېل ګېډۍ غواړمشنه شوه له خندا يار مې، خپل ځان ته ګوته ونيوهما ويل انتظار حورو ته سخت دى لنډه لار ښيهيو دار و ترمنځ نور يې جانان ته ګوته ونيوهما ويل اوږد ژوند نه توبه، لنډ دې وي، رنګين دې ويدې د بوډۍ ټال، خيال او رومان ته ګوته ونيوهيو ويل حقيار تړو خو دى هر ډول زنځير شكويبل د يار د زلفو تور رېسمان ته ګوته ونيوه. ",غزل
1638,مشيرخان بريمن، ټل,"
زما د زړه پر دښته
ټوكېدلي ګل ته
دې نازولي، دغه ښكلي ګل ته
هر وخت د زړه وينې وركړې مې دي
پرې رالوى كړى مې دى
ډېر نازولى مې دى
اوس چې خوشبو يې زړ هته
سكون ښيي،
ارام ښيي
چې روح تازه ساتي تل
اروا خوشحاله ساتي
دا نو انصاف دى
چې د بل دې شي اوس؟ ",د زړه پر دښته
1639,حكمت الله سروش,"
نور په پښتنو كې ته هرڅه ايږدېيو په كې يووالى خدايه نه ايږدې
ورك چې مې له خلكو نه په غېږ كې كړېدا احسان به كله پر ما ته ايږدې
دومره خوښي نه لرم ستا تلو نه پسمازې چې يې ګرانه پر باڼه ايږدې
دا دي څومره ښه عادت چې درشمه ښكلې! هغه دم مې خوله پر خوله ايږدې
اى سروشه! يوځل كړې زخمي دښمنبيا پر ژاړې مخ ته يې اوبه ايږدې.
",غزل
1640,,"
د بېنوا ويبپاڼې د شعرونو په برخه كې نوي شعرونه پرليكه شوي، مينه وال كولاى شي چې د دغو شعرونو په لوستلو سره خپله ادبي او هنري تنده ماته كړي.
په درناوي
",نوي شعرونه پر ليكه شوي دي
1641,,"
",
1642,,"
په هيواد کي دننه او ټوله نړۍ کښي د بېنوا ويبپاڼي درنو لوستونکو سلام عليکم ؛
د ارواښاد استاد علامه رشاد بابا د مړيني له لومړۍ ورځي را په دې خوا بېنوا فرهنګي ټولنه د ارواښاد استاد علامه رشاد بابا په اړه په يو شمير ځانګړوپروژو کار کوي .
د بېنوا فرهنګي ټولني دمرکزي دفتر ، د ټولني د اروپا او امريکا د څانګو ، او همدا ډول دښکلا مجلې د ادارې کارکوونکي او د ټولني غړي په ځانګړو دندو ګمارل شوي دي ، تر څو د ارواښاد استاد علامه رشاد بابا په اړه په بېلابېلو برخوکښي کار وکړي .
بېنوا فرهنګي ټولنه ستاسو ښاغلو اواغلو څخه هيله کوي چي :
که د ارواښاد علامه رشاد بابا په اړه د غونډو او سيمينارونو انځورونه لرئ .
که د ارواښاد استاد په اړه دجوړو شوو سيمينارونو ، او غونډو ويډيو وي فلمونه لرئ .
که د علامه رشاد صاحب سره يو ځای انځور / انځورونه لرئ .
که د ارواښاد علامه رشاد بابا ثبت شوي مرکې / خبري لرئ .
او يا د ارواښاد استاد علامه رشاد بابا ، د هغه د ژوند ، افکارو ، ارزښتمندو آثارو او ... په اړه وړانديزونه لرئ .او يادې ته ورته نور ډير څه . . .
مهرباني وکړئ ، د بېنوا فرهنګي ټولني او يا هم په بهر کښي د بېنوا فرهنګي ټولني د غړو او استازو سره اړيکي ټينګي کړئ ، يا يې په لاندنيو پتو موږ ته راورليږئ . تر څو د استاد تل پاتي ياد لا ځلاند او تل پاته شي !
يادونه : په برېښناليک ، پوست ، او يافکس کښي خپل پوره شهرت ، او د ټيلفون شمېره مه هيروئ ، تر څو وکولائ شو د اړتيا په وخت کښي ستاسو سره اړيکي وساتلای شو .
په درناوي
د بېنوا فرهنګي ټولني دمشرتابه جرګه ګۍ
کندهار ( افغانستان)
د بېنوا فرهنګي ټولني د انګلستان څانګه ( لندن)
محمد اسحاق توريالMohammad IshaqToryal
1A Rex Parade
Woodford Green
Essex IG8 7HU ( UK )
ِTel:0044-208-50-50-513
Mobile : 0044-7-958 494 418
Email: toryal@benawa.com
بېنوا فرهنګي ټولنه _ کندهار ( افغانستان )
بېنوا فرهنگي ټولنه Benawa cultural society
موسی خان سړك ، هرات دروازه MosakhanStreet
کندهار افغانستان Kandahar Afghanistan
E-mail: skala@benawa.com
Tel. 0093-70-311279 _
0093-70-312746_0093-70-302878
د بېنوا فرهنګي ټولني د اروپا څانګه ( هالنډ )
Abdullah Ehsan Kakarعبدالله احسان Tiranaplantsoen 149
2034 TM_ Haarlem
The Netherlands
Tel_Fax: 0031-23- 540-31-29
Email: ehsan@benawa.com
د بېنوا فرهنګي ټولني د امريکا څانګه (نوی يارک)
Khalid Hadi خالد احمد ( حيدري )
Afghan photo ghrapher
P.O.Box No.4051
Schenectady N.Y. 12304
U.S.A
Tel: (518) 542 84 82
Email: khalid_hadi@benawa.com
د بېنوا فرهنګي ټولني ته په لاندي اسانتياو هم مواد راليږلای شئ :
ښاغلی اسمعيل يون : _ ننګرهار
ښاغلی بريالی هلمند : بست فرهنګي ټولنه لښکرګا ښار
ښاغلی سعيد زابلی : د بېنوا فرهنګي ټولني غړی قلات070320129
ښاغلی محمد صادق ژړک : پښتوادبي غورځنګ کوئټۀ ( سهيلي پښتونخوا ) 03009388150
ښاغلی مجيب الرحمان انګار : د بېنوا فرهنګي ټولني استازئ پېښور ( شمالي پښتونخوا ) 03005860412
ښاغلی صالح محمد صالح : د بېنوا فرهنګي ټولني غړی : د هوسۍ مجلې اداره _ کابل افغانستان 070200067 ",د بېنوا فرهنګي ټولني خبرتيا !
1643,سيد عبدالاحد رښتيا_ ننګرهار,"
دوران چمن خپه خپه ګلونه لــــــــــــــــــــــوبومه
دزړه په ويرانه كي ستايادونه لـــــــــــــوبومه
پيغوردزماني رانه ښايښته اشناجــــــــلاكړ
زګيه اوس يې ګوره تصويرونه لــــــــــوبومه
تصويردي مروركړم بياكوم درته سوالــونه
جانانه ديارۍ لمړي وختونه يــــــــــــــــــادومه
دياردژبي سرباندي خروارخـروارپــراته وه
غزل كي چي د نه _ او نه لفظونه لــــــــوبومه
زړګی مي دملت پشان په زوره رعيـت كړی
درواغو بهانو ورته عمرونه لنــــــــــــــــــډومه
٢٣_ ډسمبر _ ٢٠٠٤ ",خپه خپه ګلونه
1644,,"
په كابل كې ويل كېږي، چې كله تېر شعر چې د يوه پلاوى له خوا منل شوى و، كله چې ښاغلي كرزي ته وړاندې شو، هغه پرې رضايت نه دى ښودلى او د ارواښاد استاد بېنوا پخوانى شعر يې غوره ګڼلى، خو په لږو سمونو سره.
دا په داسې حال كې چې له څه كم يوه كال راهيسې د كلتور وزارت يوه كميسيون او وروسته بيا د جمهوري رياست په چوكاټ كې د يوه پلاوى له خوا هڅې روانې وې، چې يو شعر د ملي سرود په بڼه وټاكي.
كتونكي او شنونكي پر ښاغلي كرزي نيوكه كوي، چې كه د استاد بېنوا شعر يې د ملي سرود په توګه مانه، نو ولې يې له لومړۍ ورځې دا اقدام نه كاوه؟؟
بيا هم عام خلك په دې تمه دي، چې ژر تر ژره يو ملي شعر د ملي سرود په توګه وټاكل شي او اوسنۍ ګونديز سرود دې ليرې شي. ځكه نه په كې د افغانستان يادونه شوې، نه د افغان يا نورو قومونو يادونه، له دې كبله د ټول ولس استازيتوب نه شي كولاى.
",د افغانستان ملي سرود به كوم يو شي؟
1645,,"
د هوسۍ مجلې د لومړي كال كلكسيون (د لومړي كال شپږ ګڼې) پر ليكه شو، داځل د هوسۍ ټولي ليکني په نوموړي کلکسيون کي پرليکه شولې ، خو يواځي د دوهمي او دريمي ګڼي ليکني چي د کمپوټري ستونزو له کبله له منځي تللي دي هم هغسي ئې يو څو ليکني پرليکه دي
مينه وال يې لوستلاى شي او خپل نظرونه هم د دې مجلې ادارې ته لېږلاى شي.
د هوسۍ مجلې د انټرنيټ پا ڼي پته داده
www.benawa.com/hosey
",دهوسۍ لومړی کلکسيون پرليکه شو
1646,,"
کابل ، د مرغومي٣ ، ١٣٨٣
په کابل کې باخبرو سرچينو په ډاگه کړې ده چې نن د افغانستان ولسمشر خپله کابينه اعلانوي .
د افغانستان کابينه له تيرو دوو اوونيو څخه اعلانيدونکې وه خو د دوه گونو تابعيتونو او لوړو زده کړو مسايلو ځنډولې وه .
داسې ښکاري چې دغه مساله به اوس حل شوي وي .
", نن د افغانستان ولسمشر خپله کابينه اعلانوي
1647,,"
",
1648,سعيد زابلى,"
دي کي څه تاثير وي خامـــــخا غــــــــزله ليکـــمه
تاسره چي مـــــــــخ شـــمه بلا غـــــــــزله ليکــــــمه
پرون رانه يو ښکلي ديو بيت غوښتـــــــنه وکـــړه
ما وي سباراشه زه ســــبا غــــــــــــــزله ليـــــــکمه
مادي رياضت کاوه دسترګوخوتاشونډې راکړي
مجبو ر يمه ودې ته به جلا غـــــــــــــزله ليـــکمه
منمه موده وړاندي به کمزورى وم غـــــــــزل کي
اوس نو وه ملـــــګرو په رښتيا غـــــــــزله ليکمه
يو سور جام دشونډوواړوم په سر ښه مستانه
شيخه زه چي کلــــــه دښــــــــکلا غـــــــزله ليکمه
(سعيده) له ګودراو لونګين سره مي ميـــــــنه ده
زه چي کليواله دصـــــــــــــحرا غــــــــــزله ليکـــمه
",غزل
1649,د بېنوا ويبپاڼي ډېوه,"
يادونه : نوري خپروني د سرچينې د يادولو سره دا خبر کاپي کولای شي
کابل : د مرغومي ٣ ، ١٣٨٣
ولسمر حامد کرزي نن بالاخر خپله کابينه اعلان کړه . په کابينه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نشتوالی ډيرو ته حيرانونکی دی .ښاغلی احمد زی د ډيرو کورنيو او بهرنيو کارپوهانو په نظر په تېرو درو کلونو کې د افغانستان د کابينو تر ټولو فعال غړی و .
د لنډ مهالې کابينې له جملې څخه د قسيم فهيم ، يونس قانوني ، ګل اغا شيرزي ستانکزي حکيم تڼيوال ، محبوبه حقوقمل او ځينو نورو نومونه کم شوي دي .
نوې کابينه د ولسمشرۍ د دفتر په وينا کارپوهه ده او ټولو وزيرانو يې د خپلو دندو لپاره د اساسي قانون ٧٢ ماده منلې او که د دوهم تابعيت خاوندان وو نو هغه يې پراېښی دی .
د ولسمشرۍ د دفتر غړي دا نه مني چې ګواکې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نشتوالی د تابعيت په سر او يا هم له ښاغلي کرزي سره د هغۀ د کوم مخالفت له امله ليدل کيږي . دوی وايي چې دا د ښاغلي احمدزي خپله غوښتنه او هيله وه چې د پوهنتون د بيا رغاونې لپاره مټې راونغاړي .
داسې ګنګوسې دي چې ښاغلي احمدزی به د افغانستان د پوهنتونونو د بيا رغاونې لپاره بهرنۍ مرسته جلبوي .
په نوې کابينه کې د هرات د پخواني والي تورن اسماعيل خان ګډون د ځينو په فکر د ښاغلي کرزي له هغې ژمنې سره ټکر کوي چې ويل يې کابينه به يې کارپوهه وي . ښاغلي اسماعيل خان د ولايت د څوکۍ تر ليرې کيدو وروسته په کابينه کې يوه څوکۍ په دې رد کړې وه چې د دوي په خپله وينا کارپوه نه و .
په کابل کې د سياسي کړيو ځينې برخې په دې باور دي چې ښاغلي کرزي د اسلامي جمعيت د مشر برهان الدين رباني د هغۀ ملاتړ له امله دغه څوکۍ اسماعيل خان ته منلې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت يې ښوولی و .
د مخدوم رهين په شته والي باندې هم ځينو د حيرت ګوته په غاښ کړې ده . په کابل کې په پرله پسې توګه دا ګنګوسې وې چې په تېرو درو کلونو کې د کار نه کولو له امله ښايي ښاغلی رهين له خپلې دندې ګوښه شي .
د کابينې د نورو غړو په باب لومړنی غبرګون تر ډيره د حيرانتيا دی . په کابل کې سياسي کړۍ هېښې دي . د سياسي مسايلو کارکوونکي په دې باور دي چې ښاغلي کرزي تر ډيره ځايه يوه ناپېژندل شوې کابينه غوره کړې ده .
د نوې کابينې ټول غړي او پېژندګلوي :
١ : ډاکټر امين ارسلا د سوداګرۍ وزير او د ولسمشر لوړ پوړی سلاکار .
ښاغلی ارسلا د مجاهدينو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير و ، دی د پير سيد احمد ګيلاني په ملي محاذ کې فعال غړی و خو وروسته بيا د پخواني پاچا ډلې ته ورنژدې شو . له طالبانو وروسته په لومړۍ کابينه کې د ماليې وزير و .
٢ : ډاکټر عبدالله ، د محی الدين زوی ، د بهرنيو چارو وزير
د شمالي ټلوالې او د قومندان احمد شاه مسعود پخوانی وياند او د نظار شورا هغه غړی چې د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو وختونو کې وغوړيد . دی د طالبانو راهيسته د بهرنيو چارو په وزارت کې دی .
٣ : ستر جنرال عبدالرحيم وردګ د عبدالغني وردګ زوی ،د ملي دفاع وزير ،
ظاهرشاه پلوی پخوانی پوځي افسر .
٤ : علي احمد جلالي ، د غلام جيلاني جلالي زوی ، د کورنيو چارو وزير
د امريکا غږ خپرونې مخکينی مشر چې په تېرو نژدې دوو کلونو کې د کورنيو چارو وزير دی .
٥ : ډاکټر زلمی رسول د پوهاند عبدالقيوم رسول زوی ، د ملي امنيت سلاکار
په روم کې د ظاهر شاه وياند، د کرزي په لنډمهالې کابينه کې د هوايي ملکي چلند وزير او بيا وروسته د ملي امنيت د ادارې مسوول .
٦ : نور محمد قرقين د محمد قل زوی ، د ښوونې او روزنې وزير
د بلخ ولايت ازبک توکمی د ښاغلي کرزي د انتخاباتو د کمپاين مشر او تر هغه وړاندې د کابينې غړی و .
٧ : ډاکټر انوارالحق احدي د عبدالحق زوی ، د ماليې وزير
د افغان ملت د ګوند يو مشر چې د اسلامي محاذ په استازيتوب د بن په غونډه کې برخه وال و . د طالبانو له حکومت راهيسته د افغانستان بانک مشر و او تر هغۀ وړاندې په متحدو ايالاتو کې د يوۀ پوهنتون استاد و .
٨ : ډاکټر محمد امين فرهنګ د مير محمد صديق فرهنګ زوی ، د اقتصاد وزير
ظاهر شاه پلوی دی چې له طالبانو راهيسته په کابينه کې تل موجود و .
٩ : حاجي ستر جنرال محمد اسماعيل خان د مير محمد اسلم زوی ، د انرژۍ او اوبو وزير
د هرات پخوانی والي ، د اسلامي جمعيت غړی چی د طالبانو په حکومت کې زنداني و او بيا په حيرانونکې توګه د کندهار له زندانه ايران ته وتښتېد . د کرزي په لنډمهالې کابينه کې يې زوی وزير و چې بيا په هرات کې ووژل شو .
١٠ : انجينير اميرزی سنګين د امير ګل ګلشاه خېل زوی ، د مخابراتو وزير
تر ډيره ناپېژندل شوې څيره .
١١ : انجينير مير محمد صديق د مير غلام سخي زوی د معادن او صنايع وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٢ : ډاکټر سهراب علي صفري د حاجي صفر محمد زوی د عامه فوايدو وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٣ : انجينير يوسف پښتون د ښار جوړولو وزير
د ښار جوړولو مخکينی وزير چې د کندهار والي وټاکل شو ، دوی د ښار جوړونې په برخه کې لوړې زده کړې لري او ويل کيږي چې د بحرين د ښار ماسټر پلان يې جوړ کړی دی .
١٤ : عبيدالله رامين د محمد عمر زوی ، د مالدارۍ او خوراکي توکيو وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٥ : عنايت الله قاسمي د احمد علي زوی د ترانسپورت وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٦ : سرور دانش د محمد علي زوی ، د عدليې وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٧: سيد امير شاه حسنيار د غلام حسن زوی ، د لوړو او مسلکي زده کړو وزير
ناپېژندل شوې څيره
١٨ : مخدوم رهين د محمد شريف زوی د اطلاعاتو او کلتور وزير
د جهاد په کلونو کې له پير ګيلاني سره په اسلامي محاذ کې و چې له وطنه دباندې د مجاهدينو په حکومت کې هم د اطلاعاتو کلتور وزرادت ورسپارل شوی و ، وروسته ظاهر شاه پلوی شو ، د طالبانو له نسکوريدو راهيسته په همدې څوکۍ ناست دی .
١٩ : ډاکټر سيد محمد امين فاطمي د مرحوم سيد ابرار پاچا زوی د عامې روغتيا وزير
له حضرت مجددي سره په اسلامي ملي جبهه کې و . دوی هم د مجاهدينو په جلاوطنه حکومت کې د عامې روغتيا د وزير په توګه کار کاوۀ .
٢٠ : پوهاند نعمت الله شهراني د عبادالله زوی ، د حج او اوقافو وزير
د ولسمشر کرزي مرستيال او د اساسي قانون د مسودې د چمتوکوونکي کميسيون مشر و .
٢١ : عبدالکريم براوي د محمد مبين زوی ، د سرحداتو او قبايلو وزير
ناپېژندل شوې څيره
٢٢ : ډاکټره مسعوده جلال د حاجي طلا محمد لور د ښځو د چارو وزيره
په بيړنۍ لويه جرګه کې د مشرتابۀ لپاره په ټاکنو کې د حامد کرزي سياله چې وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم يوازينۍ ښځه سياله وه . دا د طب ډاکټره ده .
٢٣ : سيد اکرام الدين معصومي د سيد معصوم زوی ، د کار او ټولنيزو چارو وزير
ناپېژندل شوې څيره
٢٤ : ډاکټر اعظم دادفر د حاجي بابه خان زوی ، د کډوالو د چارو وزير
ناپېژندل شوې څيره
٢٥ : صديقه بلخي د اسماعيل بلخي لور ، د شهيدانو او معيوبينو وزيره
ناپېژندل شوې څيره
٢٦ : محمد حنيف اتمر د محمد اصف زوی ، د ليو د پراختيا وزير
د لغمان ولايت استوګن چې پخوا يې په مرستندويو ټونو کې کار کاوۀ او د طالبانو له نسکوريدو راهيسته د کليو د پراختيا وزير دی .
٢٧ : انجينيير حبيب الله قادري د حاجي احمد قادري زوی د مخدره توکيو پر ضد د مبارزې وزير
پخوا د کډوالو د وزارت مرستيال و . ",د افغانستان د نوې کابينې وروستۍ او رسمي بڼه
1650,,"
د بېنوا خبريال _ ماسکو
د بېنوا د ژباړي د جايزې سپارل
پتېيل شوي ده، نن د جمعي ورځ، د هيواد پياوړي ژباړونكي محمد طاهر كاڼي ته د افغانستان د كلتور ودي ټولني-جرمني له خوا د استاد بېنوا د ژباړي جايزه، چې څه موده پخوا د جرمني د كولن په ښار كې منظور شوي وه، د يوي غونډي په ترڅ كي په مسكو كي هغه ته وسپارل شي.
په دي غونډه كي به په مسكو كې يو شمير مېشت فرهنګيان، فرهنګپالان او يو شمير ملي سوداګر ګډون وكړي.
د غونډي په اړه خبر به د غونډي پای ته رسيدو وروسته پر بېنوا ويبپاڼه تاسو ته وړاندي شي .
که مو څه موده مخکي په دې اړه په بېنوا ويبپاڼه کښي خپور شوی خبر نه وي لوستئ ، دغه ځاې کښېکاږئ او متن يې ولولئ . ",... د بېنوا د ژباړي ډالۍ ورکوي _ په ماسکو کي غونډه
1651,,"
د مرغومي ٤ ، ١٣٨٣
کابل : نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د افغانستان نوې کابينې خپله لوړه وکړه . دغه مراسم تر تړليو دروازو شاته ترسره شول . ان د افغانستان تلويزيون هم هلته کامرې نه لرلې . داسې هيله ده چې د ورځ په اوږدو کې به حامد کرزى وينا کوي او خپله تگلاره به روښانوي .
",نوې کابينې لوړه وکړه
1652,,"
د بينوا خبريال – مسكو۲۴ر۱۲ر۲۰۰۴
", د بېنوا د ژباړې جايزه وركړل شوه
1653,,"
",
1654,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ٥
کابل : د ولسمشر کرزي په يوۀ فرمان کې چې د افغانستان راډيو او تلويزيون نن شپه ( شنبه ) خپور کړ ، راغلي دي چې د فوايد عامې مخکينی وزير ګل اغا شيرزی به د کندهار نوی والي او د ولسمشر کرزي ځانګړی سلاکار وي .
د کندهار د ولايت څوکۍ له هغه وروسته تشه شوه چې انجينيير پښتون د ښار جوړولو وزير وټاکل شو .
په نويو بدلونونو کې د کابل والي سيد حسين انوري ټاکل شوی او د افغانستان بانک نوی ريس نور الله دلاوري نو مول شوی دی .
د يادونې وړ ده چې د کابل مخکينی والي د اسلامي جمعيت يو غړی و چې په هرات کې يې د پخواني والي اسماعيل خان په بدلانۀ باندې سخت غبرګون ښوولی و . ",ګل اغا شيرزی د کرزي سلاکار شو
1655,,"
١٣٨٣ ، د مرغومي ٥
کابل : نن ( شنبه ) په کابل کې يوۀ خبري کانفرانس ته د خبرو پر وخت يونس قانوني وويل دی به په راتلونکو ١٠ ورځو کې يو نوی ګوند د عدليې له وزارت سره راجستر کړي .
ښاغلي قانوني وويل لا تر اوسه يې د دغۀ نوي ګوند په باب ، چې دۀ د ټول هيواد په کچه پراخ وبالۀ ، نوم نه دی غوره کړی خو ښايي د افغانستان نوين يا د نوي افغانستان ګوند ونومول شي .
يونس قانوني د افغانستان د نوې کابينې په باب خپل غبرګون کې وويل دی ورسره جوړ دی خو که ولسي جرګې ته بريالی شو نو خپل ځينې مخالفتونه به هلته ښيي .
يونس قانوني دا هم وويل چې نوې کابينه به يوازې هغه وخت مشروعيت ومومي چې ولسي جرګه يې ومني .
يونس قانوني ادعا وکړه چې دۀ ته د دفاع د وزارت وړانديز شوی و خو دۀ ونه مانۀ . د ډاکټر عبدالله په باب چې د دۀ نژدې ملګري ګڼل کيږي د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي قانوني وويل هغۀ ته د صلاحيت او اهليت په بنسټ د بهرنيو چارو د وزارت څوکۍ ورکړه شوې ده .
په کابل کې د سياسي کړيو له لورې د قانوني خبرو ته غبرګون بيلا بيل و . ځينو ويل چې ښاغلي قانوني په دې توګه وغوښتل چې ملت ته د ځان د نه ګوښه کيدو پيغام ورکړي . ځينو نورو بيا دا ګومان لارۀ چې ښاغلی قانوني په دې توګه اعلان کاوۀ چې دی به په ولسي جرګه کې د سياسي حکومت مخالفې ځواک په توګه راپورته کيږي .
ښاغلي قانوني پوهيږي چې په ولسي جرګه کې د يوۀ غښتلي حکومت مخالفې ځواک لپاره اړ دی چې د ټول هيواد په کچه ملاتړ ومومي . سياسي کړۍ همدې اصل ته په پام سره فکر کوي چې د دۀ نوی ګوند هم ښايي په همدې نيت جوړيدونکی دی .
د يادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې ښاغلی قانوني د يوۀ بل ګوند مخکښ او بنسټ اېښودونکی و چې د ملي غورځنګ بلل کيدۀ . دی له اسلامي جمعيت او نظار شورا سره هم ژورې اړيکي لري ، نوی ګوند به يې په سياسي ژوند کې څلورم ګوند وي . ",قانوني نوی ګوند جوړوي
1656,ليكوال: انځور ګر,"
ځايي چارواکي پر دې کار ناخبري ښيي
افغانستان توليدات نه لري، چې نوروته يې وړاندې کړي
کله چې سړی د اسلام کلا په بندري ښار کې دوړې او توند بادونه ويني، نو ګومان کوي چې طبيعت هم پر انسانانو غوسه کوي او په دې توګه خپل زړه تشوي، اسلام كلا زيات موسمي بادونه لري، ان ځينې کسان په کې ليدل کېږي، چې سترګې يې د بادونو له کبله شوړېدلې هم دي، ځکه هغه ځای زياتې سپېرې دښتې لري، چې د اوبو څرک په کې نه ښکاري، ځای- ځای وړې کروندې هم ښکاري، چې زياتره کروندګر زيره کري، دا وخت تر ترياکو وروسته زيره د هرات د زياتو سيمو اصلي کرنيزه سرچينه ده.
زه د هغو افغانانو کتو ته ور روان شوم، چې له ايران څخه په زوره شړل شوي دي، غرمه مهال په دوړو او ګردونو کې بندر ته ورسېدم، لومړی مې د هغه کس لټون پيل کړ، چې ما له خپل يوه دوست څخه د هغه پته ترلاسه کړې وه، کله چې مې خپل ملګری پيدا کړ، د ايران پولو ته وړاندې لاړو. دوست مې ويل:
زيات وخت دلته لارۍ راځي، چې دغه افغان کډوال يې له ايرانه رابار کړي وي او دلته يې په پوله کې خوشې کوي، له زياتو کډوالو څخه پيسې، جامې او قيمتي توکي اخلي بيا يې په پوله کې خوشې کوي.
خو په دې ورځ کې ګرمي وه، دوړې او بادونه هم لګېدل، اخر مو په يوه کونج کې درې تنکي ځوانان پيدا کړل، چې همدا ګړی د ايران له خاورې راشړل شوي وو، دا تنکي ځوانان د وردګو د شېخ اباد د سيمې اوسېدونکي وو، يو تن خو بېخي ماشوم وو، يوولس کلن به وو، دوی راته خپله دردوونکې کيسه وکړه، ما هم واورېده.
بيا صفري سيمې ته لاړو، دا سيمه د ايران او افغانستان د پولو وروستی ځای دی، خو زما لپاره د حيرانۍ ځای دا و، چې د افغانستان په خاوره کې مې د ايرانيانو د کار و بار مارکېټ وليده، ځکه د افغانستان او ايران ګډه پوله او د وېش ساحه له ورايه ښکاري. کله چې مې د دې وجه وپوښته نو خلکو راته ويل:
دا خو ډېر وخت کېږي چې ايران د افغانستان خاورې ته رااوښتی او دلته يې د (بازار مشترک) په نامه د سوداګرۍ يو مارکېټ جوړ کړی، چې ايراني محصولات پلوري.
ما هم غوښل چې دغه مشترک بازار ته واوړو، خو دوست مې په پيل کې ونه منل، بازار ته واوښتو، هلته ايراني موټرسکېلونه، خواړه، چپلکې، بوټونه، ماشينونه او نور توکي پلورل کېدل، چا د عکس اخيستو اجازه رانه کړه، کله چې له بازاره راوتو، افغاني سرتېرو هم د عکس اخيستو اجازه رانه کړه.
په دې وخت کې مې د بولدک په سيمه کې د پاکستان له خوا د وړاندې راتګ هغه صحنه هم په ذهن کې ژوندۍ شوه، ځکه هلته هم پاکستان څو سوه متره د افغانستان خاورې ته رااوښتی او اوس دغه قبضه کړې ساحه خپل ملکيت ګڼي، دغسې ايران هم څه کم 500- 600 متره خاوره قبضه کړې ده.
کله مې د اسلام کلا په بندري ښارګوټي کې د ګمرک له يوه لوړپوړي چارواکي سره مرکه وکړه او پوښتنه چې مې دغې برخې ته راکږه کړه، نو ويې ويل:زما د مشرتابه په وخت کې دا کار نه دی شوی، که پخوا شوی وي، زه ترې خبر نه يم، بيا مې وپوښتل چې د ايران پرځای ولې افغانستان داسې يو ګډ او مشترک بازار نه جوړاوه، نن به ايران دومره زړه نه وای کړی، چې د افغانستان دومره زياته خاوره باندې خېټه واچوي. هغه وويل: افغانستان کله توليدات او نور توکي لري، چې نورو ته يې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي ",ايران د افغانستان پر خاوره خېټه اچولې ده
1657,"خليل احمد ""څارن""","
تقريباً له هغه ورځى څخه به مى لس كاله وړاندي دې نړۍ ته سترګى پرانستي وې، د خپلو همزوكړو ملګرو سره به ګرځېدم، يوځاى ګرځېدو، يو ځاى مو لوبي كولې، يو ځاى به بازار ته سره تللو او يو... دا ځكه چه كورونه مو سرذه يوځاى ول.
په يوه عادت كى زه له دوى څخه بې لوم هغه داچه كله به بازار ته ولاړو دوى به هغه څه كول چه ساعت به ې ورباندي تېرېدى خو زه به د هر دكان مخى ته ولاړ وما و د دكان په سر چه به كومه لوحه ځوړندوه هغه به مى لوستل، لوستلى مى نه شوه خو حروف به مي سره جنګول چه هيڅ نتيجه مي هم نشو ترې راويستلي زما د ملګرو به تل راسره جګړه وه چه هيڅ دي نه دي زده هسي بې فايدې ورته ولاړ يې او خوله ښوروې.
مابه تل له ځانه سره ويل چه كاشكى لوستل دي زده واى او د ښار د دكانو سرلوحې دي ټلي لوستي واى، د همدې ميني او علاقې په لرولو سره په ښوونځۍ كى داخل شوم په ښوونځۍ كى مى په زده كړه كښي ډېر كوښښ كاوه، په دې فكر چه كه چيري مى لوستل زده كړل د ښار د دكانونو ټولي سرلوحې به يوځل ارو مرو لولې. د همدې هڅو او كوښښونو سره سره او د ليك سره د ميني د لرلو له امله تر دريم ټولګۍ پوري په برياليتوب سره ورسېدم خو د ښار د دكانونو سر لوځې مي ټولي ونه لوستلې ځكه د ليك په لوستلو په ښوونځۍ كى موړ شوم.
اوس بيا نور فكرونه راته پيدا شوي وو هغه داچه ما ويل چه بايد تر دوولسم ټولګۍ پوري درسونه ولولم، دا وخت مي نو د ژوند ديارلسم پسرلى ولمانځه، اوسن و د دكانونو د سر لوحو د لوستلو علاقه نشته او په دې فكر كى يم چه بايد د مورنۍ ژبي څخه علاوه په نورو خارجى ژبو هم وپوهيږم او خبري ورباندي وكړم. زړو ملګرو څو څو ځلي يادونه راته وكړه چه اوسخ و به دي د لوحو لوستلو ارمان پوره شوى وي، نور دي د څه لپاره د ښوونځۍ خوا ته مخه كړېده؟ خو دوى په دې نه پوهېده جه زمام ينه تر پخوا زياته شوې او فكرونه مى هم ورسره بدل شويدي. څومره چه په ښوونځۍ مخ په وړاندي ځم هومره مى د درس علاقه او مينه زياتيږي لكه سكروټو ته چه پيك وهې، چه بالاخره اوو، اتم او نهم ټولګليو ته ورسېدم. دا هغه وخت چه اوسن و ټوله ورځ د درسونو په زده كړه بوخت يم چه په دې ترتيب د همزوكړو ملګرو څخه داسى جلا سوم چه پرته د رخصتۍ له ورځو څخه بيخي نه سره وينو.
فكرونه مى اوس د پخوا څخه نور هم بدل شوي دي اوس غواړم پوهنتون ته ولاړ شم، فاكرولته ووايم انجنير شم، داګتر شم، اقتصاد پوه شم او ... شم.
كار وكړم. خدمت وكړم، هيواد آباد كړم، پيسې وګټم، كور جوړ كړم، ښه ژوند ولرم او ... ولرم. دلته مى نو په ژوند كى نولس بيهاره ليدلي دي.
اوښتون راغى، پاڅون وشو، كور، كلى، هيواد، ملګري او دوستان پاته شول هجرت وشو، ستونزي پيدا شوې، ډوډۍ نه پيدا كيږي او ښوونځۍ پاته شوه.
نابلده ځاى دى، نابلده خلګ دى، نابلده... دى. چوپتيا ده، حيرانتيا ده هره شيبه لامنزله سفر دى، هره خبره سوال دى، د نولسم بهار څخه وروسته دا دريم خزان دى چه پر عمر مى اضافه شو.
بيا ښوونځۍ شوه، نوې ټولګۍ، نوى معلم او نوي ټولګيوالپيدا شوه، د خپل هيواد په څير ټولګۍ، معلم او ټولګيوال نه دي، هلته چه كوم تسكين، مينه او خوښى وه دلته نشته، خو ليك او لوست ته مو دوام وركړ، شپه په ورځ او ورځ په شپه يرغل كوي، دالوبه جاري ده او زه يې ننداره كوم. د همدې يرغلونو په لړۍ كى مى د ژوندانه د شپږم خزان خونه هم وڅكه چه ورسره د دوولسم ټولګۍ د فراغت سند هم په لاس راغى، د پخوانۍ علاقې او ميني په اساس مى د كانكور د آزموينى پر پاڼه لومړۍ انتخاب د انجنيرىپوهنځۍ وه او دوهم انتخاب مى د طب پوهنځۍ وه. زما د خوښۍ سره سم او دخپلى هڅي په اساس په خپل لومړى انتخاب (انجنيرى) كى بريالى شوى وم، ددې ناارامه او جلا وطنه شپ واو ورځو په بهير كى مي په نسبي ډول د خوښۍ احساس وكړ، په دې اساس مي د زده كوونكى نوم بدل او محصل شوم. د پوهنځۍ د پيل په ټاكلې ورځ ټولګۍ ته حاضر شوم څه نه څه زراړه ټولګيوال شته خو نوي محصلين چه د نورو ليسو څخه فارغ شوي او د كانكور په آزموينه كى بريالي شويدي ډېر تر سترګو كيږي، داچه د مختلفو سيمو اوسېدونكى دي او په ډول ډول لهجو خبري كوي تر ډېره وخته په طبعيت نه سره پوهيږو دا مشكل د تعليمى كال په منځ كى حل شو او گه نه څه مو عادت ورسره ونيو، د پخوا په څير هر يو په خپله لهجه خبري كوي او خپل اصطلاحات په كار وړي.
هر محصل ستونزي لري خو عمده ستونزي درسى او اقتصادي ستونزى دي چه هر يو محصل سر ورڅخه ټكوي، ډېر داسى محصلين پيدا شول چه درسونه يې نيمګړي پرېښودل او د ورپېښو شويو ستونزو سره يې مقاومت پېل كړ. د كورنۍ د خوراك، څښاك او پوښاك برابرولو لپاره يې د عايد لاري او چاري لټول پېل كړل، خو زه په دغه ډله كى نه وم، ټول مشكلات مي ليدل او ګالل، د كورنۍ د غړيو مشورو ته مى غوږ نه نيوى، پر مشكلاتو مى يې سترګي پټي كړي وې، هرڅه مى ليدل او اورېدل خو هېڅ مى نه ليدل نه اورېدل، حتى د مشرانو په ګواښونو مى هم غوږونه ګراوه. ټوله عمر، هره ورځ همدا ستونزي، كړاونه او درسونه وو چه زه يې ځورولم، ترڅو مى چه د انجنيري فاكولته پاى ته ورسوله او كور ته راغلم د مور او پلار په څنګ كى كښيناستم.
اوسن و هر طرف ته د كار په لټه كى يم كله چيري او كله چيري ولاړ شم. پردې وطن دى هلته انجنير هـيڅ ارزښت نه لري، د فراغت څخه مى پنځه كالهت ير شول خو ځان ته مى هيڅ كار ونه موند، اوسن و پنځه دېرش كلن شوي يم. زموږ په خپل هيواد كى دوهم او دريم اوښتون راغى حالات بدل شول، مهاجيرين د بهرنيو هيوادو څخه خپل هيواد ته راوكوچيدل خو هغه خلګ چه تر خپل هيواد يې په پردي هيواد كي طبيعت برابر و هغه تر اوسه مهاجر دي، په راغلو مهاجرينو كى زموږ كورنۍ هم شامل هده. كله چه هيواد ته راغلو د هيواد، كلى، كورونه، لاري او ... وران دي هيڅ دليدلو نه دي، داسى فكر كيږي چه داهرڅه بايد له سره جوړ شي.
زه بيا د كار په لټه كي شوم، يوې او بلي ادارې ته پېشنهادونه كوم، موسسو ته هم ورغلم، دلته هم كار نه راته پيدا كيږي خوي و څو موسسو راته وويل چه څو ورځي وروسته راشه كه چيري كار وشو، څنرګه چه به دوى راته هداي توكړ همغسى به مى كول خو... ډېرو منډو ترړو وروسته د پوهنى رياست ته ولاړم چه په يوه ښوونځۍ كى معلم شم، هغوى راته وويلچه ستا دفراغت اسناد خارجي دي پردې باندي مجلس كيږي د مجلس د پريكړي په اساس به تاته وظيفه دركول كيږي يا به جوابيږي.
هره شېبه په مايوسۍ راباندي تيريږي څو ورځي مي په همدغه حالت كى تيري كړې. يوه ملګري راته وويله فلانۍ موسسه يو تن مامورته ضرورت لري د دروازې په سر يې اعلان ځړولى دى. په ډېره بيړه سره مى ځان ور ورساوه. چه كاغذ مى ولوست زما د ملګرى خبره سمه وه. دامتحان په ټاكلى ورځ ورحاضر شوم، كه ګورم چه د شلو نفرو په شاوخوا كى زما په څير ورته ناست دي او دوى ضرورت يوه نغر ته لري، ټولو امتحان وركړ، كله چه نتيجه په دريمه ورځ د دروازې په مخ ځوړمد شوه نوي و تن كامياب و چه په دغه ورځ حاضر هم نه و.
په دې ترتيب مايوسى يو په دوه شوه، څو ورځي وروسته مى بيا د پوهڼي رياست له كړكۍ نه سر ووهه، د مجلس فيصله ګورم، دوه ساعته وروسته مي هرڅه پيدا كړه، دخپل سند فوټو كاپي مى ورته راوړه ځكه چه مجلس فيصله كړې وه چه معلم دي وټاكل شي. بيا نو تعرفه راكول شول او په تعرفه كى د عالي ښوونځۍ معلم معرفىشوى يم. نو اوس دادى معلم يم او دومره معاش راته راكوي چه د كور احتياج مى نه رافع كوي، كله چي معاش واخلم د كور ميده شاين په رانيسم د اوړو لپاره هيڅ پيسې نه پاته كيږي، اوړه په قرض اخلم او په بله مياشت كى دا قرض اداء كوم، اته مياشتى كيږي چه معلم شوى يم تر اوسه د دكاندارانو شپږ څلويښت لكه افغانۍ قرضدار يم.
(پاى)
",معلم
1658,وږمه سبا,"
يخ يخ باد مي پر مخ لګېده، د سړې يخنۍ احساس مي وكړ، بړستن مې پر پښو راكش كړه چې توده شمه، ګوندي بيرته خوب راشي، خو خوب رانه تللى و تر څو مي چي سترګي غړولې شپه اوښتې وه او سبا شوى و، د كوټې له ماتو كړكيو د لمر زريني پلوشې كوټې ته راننوتي وې.
زرغونه او ميرويس دواړه خوا په خوا لا هم د خوب په ښكلې دنياګۍ سره ورك و.
خداى پوهيږي چي بيا به يې په خپلو ښكلو ښكلو سترګو باندي كومي وړې وړې او له ښكلا څخه ډكي دنياګۍ په خوب لېدلي وې!
له ځايه پاڅېدمه- دواړه مي سره په مخ ښكل كړل، كله چي مي زرغونه ښكلوله داسي توده وه لكه د اور سكروټي، توده تبه يې درلوده ماښام يې راته ډېر ژړلي و او سابه يې رانه غوښتل، وچه ډوډۍ مي وركړه هغه يې نه خوړه، په ژړا ژړا ويده شوه، هغوى اوس هم په خپلو خوبونو كي ډوب وو، او زه په خپلو سوچونو او انديښنو كي ډوبه وم.
خو له ټول تشويش او ويري سره سره ما خپل تصميم نيولى و، زما تصميم ټينګ اونه ماتېدونكى وو، تمامه شپه مي پر خپل تصميم سوچ كړى و او د هغه ښه والى او بدوالى او ټول ناوړه عواقبو ته مي غاړه ايښې وه، ما د خپل تصميم ټول اړخونه سنجولي و.
خپل زوړ ټيكرئ مي پر سر كړ او بيا د دوهم ځل لپاره پداسي حال كي چي له سترګو مي اوښكي رواني وې د خپل زړه ټوټه زرغونه او د سبا ورځي اميد ""ميرويس"" پر مخ ښكل كړل، د كوټې ور مي په ډيره كرارۍ سره ورو شانتي بند كړ له انګړ نه راووتم او د انګړ دروازې ته مي كولپ واچاوه، په كوڅه كي هيڅوك نه و، د ګاونډيانو دروازې بندي وې. ورو ورو مي قدمونه اخيستل، رنګارنګ سوچونه مي ذهن ته راتلل، زړه مي بېقراره و، يو ډول ډار او ويره را سره مل وه، كوڅه راته ډېره اوږده شوه، كله كله به مي له ځان سره ويل چي بيرته كور ته لاړه شمه...
خو نه! ما خپل تصميم نيولى و، ما ټوله شپه پدې اړه سوچونه كړي وو، بله لاره راته پاته نه وه، له ټول بني بشر څخه مي طمعه پرې شوې وه، اخر داڅومه ورځ ده چي هم د بشر او هم د فلك درويزې ته ناسته يم، خو داځل پوهېدم چي بس همدا خپل تصميم به پوره كوم، بله لاره مي نه ليدله پرته له همدې... لاري.
ګامونه مي اوچت كړل او د سړك غاړي ته مي ځان ورساوه، په لاره كي به يو، يو لاروى مخي ته راته، هر يوه ته به مي په ځير ځير كتل، خو هر لاروي به خپل سر ښكته اچولى و او په خپله لاره به روان و، د چا به بوټان په پښو نه وو، د چا به يوه زړه بوجۍ په شاوه، او د چا به دومره زړې جامې په تن وې چي هسي به يې ستر پرې پټ كړى و. هر لاروي له ځان سره د سوچونو جلا جلا لړۍ درلوده، د هيچا، هيچا ته پام نه و، تا به ويل په ټول ښار كي وير ګډ دى او دا د ښار بنيادمان د مرګ انتظار باسي.
د سړك بل اړخ ته مي ځان رسولى و، خو بيا بيا به مي د خپل تصميم په اړه ضمير ځورولم او زړه به مي را باندي د احتياط- احتياط ږغونه كول، حيرانه وم چي څه وكړم؟!! څه ووايم، له خلكو سره څه ډول خبري وكړم، څنګه ورته ووايم چي زما سره...!! هو خدايه!! څه وكړم، دا څنګه حالت راباندي راغلى؟!! په كومه ټكه وانه وړم... زړه مي غوښتل بيرته كور ته لاړه شم، ميرويس او زرغونه مي سترګو كي راتاوېدل.
خدايه!! هغوى به راويښ شوي وي، ژاړي به او ما به لټوي. هغوى به چيرته چيرته زما پسي سترګي غړوي او ژاړي به؟!!
خو ما خپل تصميم نيولى و، او بالاخره همدې كار ته مي ځان اړ باله تر غرمې پوري مي ورځ نهاره تيره كړه خو بيا هم په لوږه نه پوهېدم، بيرته مي ځان د سړك يوې غاړي ته راورساوه...
په سړك باندي له ليري نه يو سور رنګى موټر راښكاره شو، ښكارېدو چي د وسله والو ګوندونو مهم سړى وي! هرڅومره چي را نږدې كېدو آرندونه يې وهل، كله چي ما ته ښه ډېر رانژدې شو موټر خپل حركت ورو كړ. موټر ته ناست سړي ښه په ځير ځير راته وكتل، تكه توره مونډۍ ږيره او پكول يې پر سر و، پلنګي جمپر يې اغوستى و او تكه زيړه ګړۍ يې پرلاس وه. موټر يي زماڅنګ ته نږدې كړ او راته وې ويل: راځه، چيرته ځې؟ موږ به دي ورسوو... شاوخوا مي وكتل پرته له ما بل څوك نه ښكارېدل، پوه شومه چي ډريور ماته دا خبره وكړه په ډېره وېره مي ورته وويل، ماته وايې؟
هو كنه، تا ته وايم، راځه څه ته ماتله يې، موټر ته راوخېژه.
پښو مي حركت نه درلود، ريږدي -ريږدي ګامونه مي بلكل بې دمه شوي و، پل مي نشواى اخيستى، زړه مي نه كېده چي موټر ته ور پورته شم، خولې راباندي د سيلاب غوندي راماتي وې. خو ماته پرته له همدې بله لاره نه وه پاتي.
سړي د موټر د شا دروازه خلاصه كړه، موټر ته ور پورته شوم او د شا په سيټ كي كښېناستم، موټر روان شو او په لاره د باد په څير روان و.
په همدې وخت كي سړي د موټر مخامخ شيشه ماته را سمه كړه او په شيشه كي راته ځير شو، بيايې خوله موسكۍ غوندي شوه، په خوشحاله آواز يې وويل: ښه نو دا راته ووايه چي چيرته دي ورسومه؟ ما ځواب ورنكړ، زما سره ددې پوښتني ځواب نه و، ماته خوخپل منزل نه و معلوم چي چيرته ځمه؟ د څه لپاره ځمه؟ چا سره ځمه؟ او...؟
حيرانه وم، بيا يې سكوت مات كړ، ولي خبري نه كوې؟؟ كومه بې ادبي خو به مي نه وي كړې چي غلې ناسته يې زه همداسي خاموشه وم، هرڅه رانه هير و.
ده ورو غوندي راته وويل: ما سره مېلمه كيږې؟
ددې خبري په اورېدو سره مي ټكان وخوړ، ځواب مي وركړ _ ""زه خو يوه غريبه كونډه يم، يوه لور او يو زوى لرم، دا څلور شپې كيږي چي هيڅ شى مو نه دي خوړلي. خو له پرون غرمې را پدې خوا مي زوى او لور له خبرو پاتي شوي دي، دواړه دومره سخت مريضان دي، د دوى د علاج لپاره هيچا زما...
زما خبره لا خلاصه نه وه چي خپل لاس يې ورو شا ته را اوږد كړ او زما ورانه ته يې فشار ور كړ، همدا چي لاس يې زما له ورانه سره ولګېد ټول بدن مي و رېږدېدو او يو ډول يخني مي وشوه، ځان مي لږ څه سره راونغښت او دده لاس مي له خپل ورانه څخه ليري كړ.
هغه موسكى شو، خپل سر يې وخوځاوه او زياته يې كړه: ""ټولي په اول سر كي داسي خبري كوي، خير دى پروا نلري. داخبري به پرېږدو. له ما سره ځاى شته، نن به دي زه ښه و نازوم. خو دا مخ دي لږ راښكاره كړه چي پوه شم اخر څومره ارزښت لرې؟
پداسي حال كي چي لاسونه مي له ډيري ويري لكه پاڼه ريږدېدل، خپل شليدلى پلو مي لږ څه له مخ نه ليري كړ خپل مخ يې را واړوه، په تورو شونډو يې خندا راښكاره شوه ... سمه ده، سمه ده.
موټر روان و،له ډيرو سړكونو او كوڅو تېر شو ميرويس او زرغونه دواړه زما په سترګو كي ولاړ ول. په ځان نه پوهېدم، زړه مي په اندېښنو كي ډوب و، ويري او خوف مي روحيه ختمه كړې وه، غوښتل مي چي چيغي ووهم، خو، نه نه، ما خپل تصميم نيولى و او تمامه شپه مي د هغه په اړوند سوچونه كړي و. موټر همداسي روان و، سړي هم له ځان سره څه ويل خو زما سر نه پرې خلاصېده.
موټر له څو كوڅو نه تير شو، بيا د يو ښكلي كور مخي ته ودرېد، دې كور شاوخوا كورونه لږ څه د جګړې له امله ژوبل شوي و، خو دې كور ته كومه خساره نه وه رسېدلې.
سړي د انګړ دروازه خلاصه كړه، ماته يې اشاره وكړه چي انګړ ته ور دننه شم، د پښو دمه مي نه وه، وحشت او ډار ګړى په ګړى زړه را ته په منګلو كي ټينګاوه، په زحمت سره له موټر ښكته شوم، انګړ ته ننوتمه، ده سمدلاسه دروازه بنده كړه، يوې ډيري ښكلي كوټې ته يې دننه بوتلم په دهليز كي د يوه مشهور قوماندان عكسونه هم ځوړند و،كوټه په سرو غاليو باندي سينګار شوې وه، د سره انار په شان ځلېده، په ديوالونو باندي راته بر بنډ بربنډ تصويرونه ښكارېدل، پر سترګو مي لاسونه ونيول او چيغه مي كړه، په همدې وخت كي يوه وحشتناكه خندا مي تر غوږ شوه، تر ملا يې لاسونه راتاو شول، ټول بدن مي خوله خوله او لمبه لمبه شو، ماسكه ويل اور اخلم، د خپلې زرغونې ګرمه تبه مي را تر سترګو شوه زړه مي له ويري بې حاله و، خو په يوه ګړي كي پوه شوم چي هغه په ديوال كي بربنډ تصويرونه ټول زما دي.
زه په ځان پوه شوې نه وم چي څنګه مي جامې له تن څخه ايستل شوي دي زړه مي پټ پټ ژړل، شيبه په شيبه مي د زړه ژړا سترګو ته راتله او د ګرم سيند په څير زما پر رخسار رابهېدلې كله چي مي ځان ته پام شو نو زه هم هغه د ديوال د تصويرونو په څير شوې وم. ژر ژر مي خپلې جامې په تن كړې، ترڅنګ مي د ځناور په شان بربنډ سړى پروت و، خولې پرې راماتي وې، د سختي ستومانۍ احساس يې كاوه، خپل پلنګي جمپر يې را واخيست او په جيبونو كي يې لاس وواهه، څه پيسې يې راوكښلې او په لاس كي يې راته راكړې، ما خپلي جامې واغوستې، پيسو ته مي كتل او سوچ مي كاوه چي په څومره سختي او په څومره لوړ قيمت مي ګټلي دي. هغه غږ راباندي وكړ، څه ته ګورې؟ تا ته مي ډيري دركړې. باور وكړه ته څومره ښه اوخاموشه ښځه يې، ځه لاړه شه، بيا دي بل وخت بيا هم ... د انګړ دروازه يې خلاصه كړه او راته وې ويل چي ځه نور دي الله مل شه، رسول دي پر ما ندي، پوه شوې كه نه؟؟
زه غلې ولاړه وم، دى نور هم راته برګ شو ځه كنه، په خبر پوهېږې كه نه ؟؟؟ زه هماغسي بې روحه ولاړه وم، حيرانه وم چي څنګه به د خپلې جونګړې لاره بيا موموم. ده پوري وهلم او دروازه يې راپسې بنده كړه، ورځ ډېره تېره شوې وه، د كور لاره رانه وركه وه، دغه ځاى مي نه پېژانده، بيرته راوګرځېدم او دروازه مي ور وډبوله، هغه دروازه خلاصه كړه په غوسه يې راته وويل: څه غواړې؟ بس دي ندي؟
زړه مي پړسېدلى و، ستونى مي ډډ شوى و، په ژړ غوني غږ مي ورته وويل: ما خو د كور لاره نده لېدلې، ته مي بيرته هماغه ځاى ته ورسوه...
ترخه شانتي خندا يې وكړه... ځه، ځه بدكاره ښځي زه خو دي دپلار مزدور نه يم، ځه له بل يوه سره، كوم بل څوك به دي ورسوي... دروازه يې كلكه بنده كړه.
پيسې مي په موټي كي ټينګي نيولې وې، ځمكي ته مي نشواى كتلاى، له ځمكي او آسمان او له خلكو شرمېدم، سوچ مي كاوه چي ټول خلك راباندي لعنت وايي او زيړې راباندي توكي، زه روانه وم او خلكو لاړې راباندي توكلې، سپين ږيرو، ځوانانو، ښځو او ماشومانو ټولو راباندي ناړي توكلې، د خلكو په همدې ګڼه ګوڼه كي ميرويس او زرغونه هم لاس په لاس را روان ول، كله چي نږدې راورسېدل هغوى هم لاړې راباندي تو كړې او راباندي تېر شول.
هو!! د ميرويس او زرغونې په لاړو توكلو سره مي بدن و رېږدېده، شاوخوا مي وكتل، نه ميرويس و او نه هم زرغونه، په لاري يواځي روانه وم، د كور لاره رانه وركه وه له خلكو مي پوښتنه وكړه، ډېره ليري راغلې وم، نژدې ماښام و چي د كور لاره مي پيدا كړه، په منډه منډه كور ته راغلم، د انګړ دروازه مي ژر ژر خلاصه كړه، دكوټې په لوري مي منډه واخيسته، د ټيكري په پلو كي توده ډوډۍ او نور خواړه مي راخلاص كړل ، ما ويل په ډوډۍ كي د كبابو تيز بوى به اوس ميرويس او زرغونه حتماً دې ته اړ كړي چي په يوه منډه ځان ماته راورسوي كله چي كوټې ته ننوتم ميروېس او زرغونه دواړه لا هماغسې په خواږه خوب ويده ول. د هغوى پر سر ودرېدمه، له شرمه مي ورته كتلاى نه شواى. د دوى سر ته كښيناستم، خوله مي د ميرويس په پټو سترګو كېښوده، ښكل مي كړ چي ګوندي راويښ شي خو دهغه بدن سوړ راته ښكاره شو، لږ مي و ښوراوه.
ميرويسه!- ميرويسه!!
ميرويس هيڅ ځواب رانكړ، بيا مي زرغونه و ښوروله، هغې هم ځواب نه راكاوه نارې مي كړې! ميرويسه زويه!! زرغونې لوري!! پاڅيږئ بچو! ما تاسو ته توده ډوډۍ او كباب راوړي، سابه مي هم راوړي، خوږې خوږې مڼې مي هم راوړي... خو هغوى په خپلو خوبونو كي ډوب وو، دوى همداسي مرور مرور رانه خپلې سترګي پټي كړي وې. د هغوى پټو پټو سترګو دا يو- يو ځواب راكاوه.
د دوى اروا راته دماښام په تياره كي خندل، زه يې توهينولم، پر ما يې لعنتونه ويل، دوى رانه دهمدې سپېره ماښام په تياره تل كي ځواب غوښت، ولي موري؟؟ دادي څه وكړل؟؟ موږ دي يوازي پرېښودو؟؟
ته لاړې، تا سره كه هيڅ نه وو نو موږ دوه خو درسره وو، ته به هم زموږ سره تر همدې يواځي سقف لاندي د ابدي خوبونو په خوږې دنياګۍ كي تللې وې!! داخو ډېر بهتر و موري!! ",شوم هوډ
1659,,"
",
1660,"څېړنه: د محمد طاهر ""كاڼي""","
تر ميلاد اته سوه كاله وړاندې د يوناني او اروپايې ادبياتو په سر چينه كي دوې سترې بوللې ""ايلياد"" او ""اوديسه"" پرتې دي. ددغو بوللو (قصيدو) شاعر ""هومر"" دى. هومر د انتيكو اروپايي ادبياتو پلار او بڼسټ اېښودونكى ګڼل كيږي.
د زياترو پوهانو له نظره، هومر د كوچنۍ اشيا په ټاپو وزمه كې زېږېدلى دى. دى د ""ايد"" په بېلابېلو لمانځنو او جشنونو كي، د كيسه ويونكي سندر غاړي په توګه مشهور شوى دى.
د ""ايد"" شاعرانو د اتلولۍ سندري جوړولې او د لرغوني ساز ""ليرا"" په ملګرتيا به يې بللې.
ځينى كسان وايي هومر ړوند او بې سواد و، نه يې شواى كولاى چي خپلي سندري پخپله وليكي. د ""هيوس"" په ټاپو كي هغه ډبره اوس هم شته چي هومر به پرې د پاسه كېناسته. ددې خبري يادونه په دې خاطر ضروري ده چي ځيني پوهان په دې كي شكمن دي چي آيا د هومر په نامه كوم شاعر چيري موجود و او كه ده ته منسوبي حماسې د څو ليكوالو ډله ايز كار دى!
د هومر د بوللو سوژې (موضوعات) هغه افسانې دي چي په هغوى كي د افسانوي اتلانو ""اهيلا"" ، ""اوديسه"" او ""هيكتر"" د اتلولۍ د كارنامو ستاينه شوې ده. هومر په لومړي ""ايلياد"" كي داسي حماسي كيسه وړاندي كوي چي د باچا ""اګاميمنون"" تر مشرتابه لاندي د يونان اتلو جنګياليو څنګه د ""تروا"" ښار ونيو. د جګړې علت د ""تروا"" د باچا د زوى ""پاريس"" له خوا د ""مينيلاى"" د ښكلې مېرمني ""يلينا"" تښتول و.
د ""تروا"" محاصرې نهه كاله وخت ونيو. په دغه موده كي يوناني اتلانو ګڼ شمېر كارنامې رامنځ ته كړې چي د هومر په كيسو كي په بشپړه توګه بيان شوي دي. هومر پخپلو منظومو كيسو كي د يوناني سندرو عنعنوي طرز ""هكزامتر"" چي ريتم يې سوكه او بې بيړي دي، كاروي...
وسله، كالي او د اتلانو كړه وړه په مفصل ډول بيانيږي. د همدغو دقيقو څرګندونو له كبله، هومر په جګړو كي د لرغونو يونانيانو د ژوند ځيني اړخونه تر موږ پوري رارسولي دي. د پيښو د ځايونو بيان چي په قصيده كي ورته ځاى وركړى شوى دى، تر دومره اندازې پوري دقيق دى چي لرغون پېژندونكو د هغوى د كارولو له لاري وكولاى شواى چي د ""تروا"" وراني شوي ودانۍ او كنډوالې راوسپړى او پيدا يې كړى. همدا راز تاريخ پوهانو معلومه كړه چي رښتيا هم ""تروا"" يو زر او دوه سوه كاله تر مېلاد وړاندي، د يونانيانو له خوا نيول شوې وه.
د ""تروا"" تر نيولو او د ""يلينا"" تر آزادولو وروسته اتلان بېرته يونان ته ستنېږي. د كور په لوري د هغوى سفر د راتلونكي بوللې ""اوديسه"" مضمون ګرزي. ددې بوللي لوى اتل ""اوديسه"" چي د يوناني ټاپو ""ايتاكا"" باچا دى، يو پياوړى، مېړنى جنګيالى، چالاك او مكار سړى دى. هغه خپل هيواد ته په لاره كي له افسانوي ديبانو، جادوګرانو، او سړي خوړونكو سره مخامخ كيږي.
يو له بل سره د واقعې او فانتزي بيان يو ځاى كول او اوبدل د هومر د آثارو يوه مهمه ځانګړنه ده. يونانيان سمدستي په سفر باندي روان وو، د هغو بيړۍ بشپړي او چمتو نه وې، او پوهه يې په دې باره كي ډېره كمه وه. ځكه خو هغوى ته سيمي افسانوي هيوادونه ښكارېدل چي ديبانو پكي ژوند كاوه. نكل او كورنى ژوند يو له بل سره ډېر نژدې وو.
د هومربولله تر هر څه مخكي د خپل لوى اتل په وجه په زړه پوري ده. خو د اتل د سلوك په باب د ځينو بيانونو او كره كتني له مخي كولاى شو د هغه د اندروني نړۍ او ځينو اندېښنو په باب هم قضاوت وكړو.
د اوږدې لاري له وهلو وروسته ""اوديسه"" خپل ښار ""ايتاكا"" ته راستنيږي، هلته دده مېرمن ""پيني لوپا"" د هغو كسانو له خوا چي دده كور يې په زبردستۍ نيولى او خپل ځانونه يې د زومانو په توګه په هغې ور تپلي دي، سپكيږي او هغې ته وايي چي ""اوديسه"" وژل شوى دى.
بولله په هغه مجلس باندي پاى ته رسيږي چي ""پيني لوپا"" د خپل مېړه د راستنېدو په خاطر پكي خوشالي كوي او خلك خپل باچا ته هركلى وايي.
داسي ښكاريږي چي هومر د يونان د لرغونو ملي سندر غاړو تر منځ وروستنى كس و او دا ځګه چي تر ده وروسته سمدستي د يوناني ادبياتو وده پېل كيږي.
د هومر ""الياد"" او ""اوديسه"" څو پيړۍ وروسته په لرغوني روم كي د يوناني ادبياتو له نورو آثارو سره يوځاى ثبت او تقليد شوې، او له همغه وخت څخه دداسي كلاسيكو اتلوليو سندرو په توګه پېژندل كيږي چي د يو شمېر اروپايي ملي حماسو په آثارو باندي يې اغېزه اچولې ده. پاى
",د غربي ادبياتو نړيوال شهرت لرونكى ستورى هومر
1661,,"
د ترنګ ژباړه:
التاى محمدوف
(په 1930م كال كي زوكړى)
محمدوف د آذربايجان په تاريخي ښار او د ستر شاعر نظامي ګنجوي په زېږنځاى ګنجه كي ژوند او كار كوي، نوموړى په عالي دارالمعلمين كي د ښووني تر څنګ ليكوالي هم كوي. محمدوف طنز او ډرامه ليكوال دي.
د (ښاريان) او (نارينه) په نومونو طنزي كيسې يې د آذربايجان ډيري مشهوري او بېخي عامي كيسې دي. نوموړى ليكوال د ميني، هيواد او نيكوْ، رښتينو او وفادارو انسانانو په اړه هم ښې كيسې لري. لاندنۍ لنډه كيسه يې هم له په زړه پورو هغو څخه ده.
د ترنګ ژباړه:
نهم زوى يې نغري ته پيك واهه. مرسل اكا چي ګرمه نعل يې هوار او ښوى كاوه؛ خپل شاګرد ته وويل:
_غيبعلي!...
_ ها، استاده...
_ غيبعلي، څومره به ښه واى، چي خداى پاك چا ته د بې عقل زوى پر ځاى، ړنده لور وركولاى!
_ ولي چپ يې، غيبعلي؟
_ بېخي ښه وايې، استاده!
_ مطلب مي دادى، چي كاشكي خداى انسان ته د بې لاري زوى پر ځاى، يوه ډبره وركولاى، څومره به ښه واى!!
_ بيا هم استاده...
نهم زوى پيك وهي او دا مهال خبري د اتم زوى په اړه رواني دي، نوي هم نه دي، بلكي له كومي ورځي څخه چي غيبعلي د مرسل اكا شاګرد شوى، وخت پر وخت همدا خبري اوري. كه هره ورځ هم نه وي، نو لږ تر لږه په اونۍ كي خو يو پلا خامخا استاد له خپل اتم زوى څخه سر ټكوي. يو وخت مرسل له خپل همدغه زوى څخه ډيري هيلي لرلې، خو اخير څه وشول؟ يوازي يې د بدمرغۍ لامل وګرځېد. د هغه په يوه خبره چي مكرره به يې كوله، دې اتم زوى يې زړه په اور وركباب كړ.
اتم زوى يې يوازي يو فوټبالر شو، چي پر كميس يې (7) شماره وهلې. مرسل په هيڅ ډول د هغه دغه ګناه نشواى بخښلاى؛ په داسي يوه زمانه كي چي ټول نړيوال درس وايي، خپلو ځانو ته درنه او عزتمنده دنده لټوي، د هغه اتم زوى توفيق د فوټبال پر ډګر په توپ پسي په منډو دى او خلك يې ننداره كوي، چيغي او نارې پسي وهي.
استاد مرسل فكر كاوه چي اتو سرو زامنو يې په دې پراخه نړۍ كي ځانونو ته ځايونه موندلي او يوازي همدا اتم احمق يې لار وركه كړې ده. مرسل چي به كله د ژبغړاند نغري اړخ ته د خپل زوى په اړه فكر كاوه، د تودې اوسپني په شان به سور اوښت، دغسي مهال به ډېر ځله مرسل ته خپل خوار او مسكين پلار ور يادېدى، چي ټول ژوند يې پر خپلو كمزورو او ناتوانو اوږو بارونه وچلول، لنډه دا چي پلار يې پلنډي و، مرسل ته دا هم يادېدل چي څنګه خوار پلار پر استاد رمضان شاګردكړ.
هغه وخت ډيرو فكر كاوه چي مرسل به هم د پلار غوندي پلنډي شي، خو يوه ورځ داسي هم راغله چي پلار؛ زوى تر لاس ونيو او مرحوم استاد رمضان ته يې وروست او وې ويل:
_ رمضانه، دى سړى كه (كړه)! ما چي هر څومره هڅه وكړه، سړى نه شوم، پرېږده چي دى خو سړى شي.
او په رېږدېدونكو لاسونو يې يوه خړه هميانۍ له جېبه راوكښه او پنځلس روبلي زريني (طلايي) سكې يې ځني راوكښې.
مرسل هيڅكله له پلار سره دومره ډيري پيسې نه وې ليدلي.
له همدې امله فكر يووړ:
دا پلار چي مي دومره ډيري پيسې لري، نو ولي مي مور ته نوى پوړنى نه په رانيسي؟ ولي په نيم نس بيديږو؟... دا ټول ولي؟
مرسل له ځان څخه پوښتني كولې، خو ځگواب يې نه موندى، په دغه وخت كي استاد رمضان په خورا لېوالتيا زريني سكې واخيستې، پخپله ګلدوزى شوې هميانۍ كي يې كښېښودې او وې ويل:
زما پلار هم همدغسي يو ځاى پيسې وركړې...!
هغه ددغي جملې د ويلو پر وخت خپله څېره داسي ونيوه، لكه يوه ګناه يې چي كړې وي.
مرسل نژدې دوه كاله له استاد رمضان سره كار وكړ او وروسته يې د هغه د دوكان په اړخ كي ځان ته د آهنګرۍ يو دكان پرانيست.
كله چي مرسل آهنګر شو، پلار يې له ډيري خوښۍ په جامو كي نه ځايېدى.
زوى جانه! زما آرمانونه پوره شول.، اوس كه مړ هم شم، هيڅ غم او اندېښنه به ونه لرم. كسب يو زرين بازو بند دى، هر وخت چي دي پر بازو وتړى، نو ځواكمن شوې... ستا زامنان هم بايد كسب كاران شي.
زوى جانه! لنډه داچي، په نړۍ كي تر كسب ارزښتناك شى نشته.
هغه مهال د آرابې، آس او خره زمانه وه، آهنګر پكي بېكاره نه پاتېدى، مرسل هم بې ارادې خپل او د پلار ژوند سره پرتله كاوه او معلومداره چي خوشحالېدى به هم، له خوشحالۍ پرته يې بله لار هم نه درلوده، ځكه مرسل د فقير او اړ ژوند له منګولو څخه ځان خلاص كړى و.
له استاد رمضان څخه هم خوشحال او ممنون و، ځكه همدا نعمت هغه وربخښلى و.
مرسل واده وكړ، لومړى اولاد يې نارينه و. د يوه بل زوى څښتن هم شو. مرسل يوه ډېره لويه او خوږه هيله له ځان سره پاله له (پرېږده چي خداى پنځلس زامن راكړي، له هر يوه څخه به انسان جوړ كړم!)
مرسل غوښتل چي لومړى زوى يې خامخا بايد آهنګر شي، دويم يې بايد سلمان شي او د (سرچه بازار) په خوله كي دكان پرانيزي، اړخ ته يې بل زوى خياطي راوباسي او نور زامن يې چي وروسته به نړۍ ته راځي، بايد ساعت ساز، موچي او زرګر شي. په همدې ډول د مرسل زامنو ټول (سرچه بازار) سر تر پايه نيوى.
مرسل پر تعليم بوخت كسان د تجارانو او شتمنو زامن بلل، سوړ اسوېلۍ يې كښى، خو هيڅكله يې آن د زامنو د زده كړي خيال هم په سر كي نه ور ګرځاوه، ځكه پوهېدى چي ورته ناشونې ده.
هغه هيله لرله، نه يوازي هيله، بلكي په كلكه يې پتيېلې وه، چي له زامنو څخه به كارګران جوړوى او كله چي به يې پر توده اوسپنه د مارتول وارى كاوه، خپلي هيلي به يې پوره كېدونكي بللې. هغه داسي انګېرله چي هر آرمان يې له وس سره همزولى دى. خو د يوه آرمان پوره كېدنه هم څه آسانه خبره نه ده، ځيني آرمانونه خو بېخي تر سره كيږي نه.
ددنيا څېره بدله شوه... د نظامي جامو څښتنان راغلل او ټول كوچنيان يې مدرسې ته بوتلل.
رښتيا چي دا يوه معجزه وه! مرسل ډارېدى چي هسي نه څوك يې تر ګرېوان ونيسي او د زامنو د مدرسې مياشتنۍ ځني واخلي او يا يې زامن په سپكاوي له مدرسې څخه وشړل شي، له همدې وجي يې زامنو ته مدرسې ته د تګ تر څنګ؛ پټ آهنګري هم ورښووله. زامن يې بايد د درس تر زده كولو وروسته د پلار د آهنګرۍ دكان ته تللاى، د خداى فضل و چي د مرسل زامنو ښه درس وايه، خو كه به يې چا صفت كاوه، مرسل به په حيرانۍ سره ويل:
څنګه سم درس و نه وايي! په داسي حال كي چي مدرسه پيسې هم نه ځني غواړي او وړيا ده؟
كله چي به د پيسو يادونه كېده، مرسل اكا به ځورېدى او بېرېدى چي هسي نه يو وخت د زامنو د زدكړي پيسې ځني وغوښتل شي، خو داسي كومه پېښه را منځته نه شوه، بلكي دى او مېرمن يې لا هم د بېسوادۍ كورسونو ته بوتلل او ليك لوست يې ور زده كړل. دا هم وړيا و، مشر زوى يې ظهيرالدين ډېر درس ووايه، لس كاله يې په ګنجه، پنځه كاله په باكو او پنځه كاله يې هم په مسكو كي زدكړي وكړې.
او يوه معجزه پېښه شوه. د مرسل مشر زوى يې يو ختيځ هيواد ته د شوروي سفارت ته ولېږى. مرسل هيڅ باور نه كاوه چي زوى دي يې په سفارت كي غټ سړى وي.
(زما زوى كونسل دى؟ نه! زما زوى نه دى، له اسمان څخه راكښته شوى موجود دى) دويم زوى يې فرخ په ماسكو كي پاته شو.
د اټومي انرژۍ په پوهنځي كي كار كوي، درېيم زوى يې صلاح هم بيا ګنجې ته رانه غى، د انجنيري پوهنځي تر پاى ته رسېدو وروسته يې په براتسك كي كار پېل كړ. دوه زامن يې ډاكټران شول او اوس په باكو كي كار كوي.
شپږم زوى يې د كليوالي مدرسې مدير دى، اووم يې په پوهنځي كي استاد او نهم يعني وروستى يې په مكتب كي دى....
(خو دا اتم، چي ملا يې راماته كړې ده په ميدان كي په توپ پسې منډي وهي!) كله چي توفيق ډېر ځيرك زدكوونكى و، د پلار د آهنګرۍ دكان ته به راتى او چكش به يې له سندان سره جنګاوه، مرسل به تر بڼو لاندي وركتل او له ډېري خوښۍ به حيران و، څه ووايي.
د توفيق د چكش تر دقيقو بريدونو لاندي، توده اوسپنه موم غوندي نرمه وه.
مرسل د هغه ځواكمنو مټو ته كتل او فكر يې كاوه:
(دغه زوى مي ښايي تر نورو هوښيار شي، البته له كونسل پرته، هغه مي ډېر هوښيار او ځيرك زوى دى... هسي نه چي مټي يې ځواكمني او هوښ يې كمزورى وى، خداى مه كړه!)
كله _ كله به مرسل مارتول يوې خواته ايښووى، د تندي خولې به يې څنډلې، په انديښگنو كي به ډوبېدى او اوږد مهال به يې د سره اور ننداره كوله....
هو! كله چي دغه كار پوه او هوښيار زوى ښوونځى پاى ته ورساوه، پوهنځى ته نه لاړ، كار يې پېل كړ، اوس د هري مياشتي امتيازات كور ته راوړي او مور ته يې وركوي مرسل حيران شو او له ځان سره وبونګېد:
(زه لكه چي مړ يم، چي توفيق لوړي زده كړي نه كوي، څه كوي؟
په ميدان كي په ګين پسي ځغلي! ښايي د خلګو له سرونو هوښ كډه شوى وي، چي هغه ته له دې امله دومره پيسې وركوي؟ نه، داسي بايد نه وي، امكان نه لري...) داسي مهال راتى چي توفيق به درې، څلور ورځي له كوره ورك و او مرسل به له مېرمني پوښتل:
زوى دي چيري دى؟
""رژيم"" يې نيولى!
رژيم يې بيا څه شى دى؟
وروستى يعني نهم زوى يې په خبرو كي ورلوېدى:
هغه بايد تر سيالۍ وړاندي، څو ورځي تمرين وكړي.
_لعنت پر شيطان!
داسي هم پېښېده چي اتم زوى پنځلس ورځي او آن يوه مياشت لا دركه كېدى.
_مرسل له خپل نهم زوى څخه پوښتنه كوله:
_ ورور دي چيري دى؟
_ په قرغند كي!
_ په قرغند كي!
_ هلته څه بلا غواړي؟
_ مسابقه كوي!
_ لعنت پر شيطان!
څو شپې وروسته بيا مرسل پوښتنه كوي:
_ ورور دي چيري دي؟
_ په سمر قند كي!
_ اوس بيا چيري تللى دى؟
_ عشق آباد ته!
_ دا لېونډرتى هورې څه كوي؟
_ لوبه!
_ لعنت پر شيطان!
كله _ كله د غيبعلي مور د مياشتي تر شپږ ځله زياته ناروغېده او غيبعلي د درملو د پيدا كېدو په بهانه، لمر لوېده مهال وركېدى. په همدغه ورځ به نهم زوى هم خامخا يو ضروري كار درلود.
په دغو ورځو كي مازيګر مهال، سينګار ځايونه، پلورنځي او دكانونه بندېدل.
استاد مرسل به حيران و، چي څه پېښ شوي؟
هغه پوښتنه كوله:
_ دوى چيري دى؟
_ تللي، د فوټبال لوبي ته!
_ لعنت پر شيطان!
په دغو ورځو كي ښار خالي كېدى. څرګنده نه وه چي خلك چيري تللي او هر ځاى به خاموشۍ او آرامۍ په غېږ كي اخيست. كله به (شوټ كه!) آواز تر غوږ كېدى، دا ټول مرسل ته ډېر حيرانونكي ښكارېدل.
كله ناببره داسي هم پېښېده چي يو نايي مرسل ته راتى او ويل يې:
مرسله، پرون دي زوى دوه ګوله ووهل!
_ كاشكي بلا وهلاى!
_ اُف، استاده!
_ پر استاد، دي هم لعنت وي!
بايد وويل شي چي مرسل د خپل ټول ژوند په اوږدو كي يو ځل لا هم زامن نه ول وهلي. دا لا څه چي يوه نرمه خبره يې هم نه وه ورته كړې...
يوازي يې له اتم زوى سره ورانه وه، خبري يې نه ورسره كولې... مرسل به غټ ماښام، چي توفيق به پر كور و، خپلي ښځي ته ور ږغ كول او ويل به يې:
زهرا!
_ هغه ته ووايه چي يو څه هوښ سر ته راولي!
توفيق به هم بېله دې چي پلار ته ورګوري، خپلې مور ته ويل:
_ هغه ته ووايه چي هوښ مي پر خپل ځاى دى!
پلار لاس نه ځني اخيست:
_ هغه ته ووايه چي هوښ په سر كي وي، نه په پښو كي...
توفيق يې هم كنايه بې ځوابه نه پرېښووله:
_ هغه ته ووايه، ګړندۍ پښې هوښ ته خنډ نه پېښوي!
_ هغه ته ووايه پايلوچي پرېږده، لاړ شه پوهنځى ته، درس ووايه!
_ مور، هغه ته ووايه، د بدني روزني په پوهنځى كي درس وايم!
_ هغه ته ووايه كه واده ته يې زړه وشي، په دې ښار كي به هيڅوك هم نجلۍ ور نه كړي!
_ هغه ته ووايه، د خپلې لوبډلي هر مينه وال ته چي په مركه ورشم، نجلۍ به راكړي!
_ لعنت پر شيطان!
مرسل د توفيق دغه چلند آزاراوه، ټوله هيله يې كونسل زوى ته وه (يو پلا چي مي دغه زوى له توفيق سره وږغيږي، بيا به ووينې چي څنګه سميږي. كونسل زوى ته مي يې د طبيعت لوړي ژوري، غوښتني او رازوباز ډېر ښه معلوم دى.
ډېر ژر به مي ګران زوى، كونسل زوى راشي، په وروستي ليك كي يې ژمنه كړې وه، چي په يوه مياشت رخصت به راشي!)
د مرسل په سترګو كي انځوريږي چي ظهيرالدين دروازه پرانيزي او راننوزي. مرسل د خپل لومړي زوى په پښو كي پسه پرېباسي او قربانوي يې.
(آه، څومره به ښه واى چي لږ وړاندي راغلى واى!)
_ غيبعلي!
_ بلې استاده!
غيبعلي دا د دنيا هر كار ولي سر چپه دى؟...
_ بلې، استاده، بلې!...
مرسل په خپله (پوكل) پېل كړل، له نغري څخه يې يو څه اور را وايست، د غيبعلي پر پښه يې ور وغورځاوه او ګوته يې ور وسوځوله، هلكي خپله پښه، ټينګه په لاس ونيوه او پر بله پښه يې په غورځنګونو شروع وكړه.
_ وسوځلم، استاده وسوځلم!
_ توبه مي ده، په پرانيستو چوټو كي هم آهنګري كېداى شي؟
_ لعنت پر شيطان!...
غيبعلي آرام شو، استاد مرسل ته يې په غوښتونكي انداز وكتل او وې ويل:
_ استاده، زه نن لږ وختي ځم، بيا مي هم مور ته دوا رانيسم!
_ مور دي تر اوسه نه ده ښه شوې؟
_ يه استاده، يه!
_ پروا نه لري، لاړ شه... خداى دي يې ښه كړي!
په همدغه شېبه كي د مرسل نهم زوى، د غشي په شان دكان ته راننوت او وې ويل:
_ پلاره، زېرى مي درباندي، ظهيرالدين راغى!
_ هرڅه چي په زېري كي غواړې دركوم يې!
_ غيبعلي زه لاړم، دكان سره ټول كړه بيا دي د مور په دوا پسې لاړ شه!
مرسل خپل پېش بند پرانيست، يوه ګوټ ته يې وغورځاوه او زوى ته يې وويل!
_ يوه ټيكسي را وګرځوه!
_ پلار جانه، اوس ټيكسي نه پيدا كيږي!
_ ولي؟
_ ځكه چي نن د فوټبال مسابقه ده!
_ لعنت پر شيطان! ....
ظهيرالدين ته به دا هر څه ووايم، فوټبالر ورور به دي ښه په درګوش مېخه كړم! ...
_ نهم زوى موسكى شو.
پلار او زوى د لښتي پر غاړه ، روان ول، مرسل ډېر تلواري و، زړه يې غوښتل ډېر ژر خپل زوى وويني، فكر يوړ:
(د شا له دروازې څخه غولي ته ننوزم؛ پسه تر غوږونو نيسم او د زوى په پښو كي يې سرغوټوم، بيا به نو پوره يوه مياشت بنډارونه سره وكړو ....)
يو آسماني رنګه موټر ودرېد، يوه ځواكمن ځوان سر ځني را وايست او ويې ويل:
_ مرسل كاكا، كه د فوټبال سيالۍ ته ځگې، مهرباني وكړئ، سپاره شئ!
_ پرېږده فوټبال، كه كولاى شې، تر كوره مي بوزه!
",اتم زوى
1662,,"
ابراهيم ابراهيمي
دا الفاظ د سوك وهني د لوبي د هغه عظيم لوبغاړي دي كوم چي يو عظيم لوبغاړى نه غالبا يو عظيم شخصيت هم دى چاچي د خپلي شعبې د ټولو لوبغاړو د مجموعي دولت څخه زيات دولت ګټلى دى او د رواني پيړۍ په لسو لويو لوبغاړو كي يې اول نوم راځي. ""كيټس كلې"" دا هغه نوم دى چي د سوك وهني په لوبه كي ددنيا په ګوټ ګوټ كي مقبول ترين دى د چا تكنيك چي تر اوسه پوري نه بلكي راتلونكو لوبغاړو ته به هم د نصاب درجه لري، په 17 جنورى 1942ع كال په امريكا كي زېږيدلى كيټس كلې د 1990كال د اولمپيك په سياليو كي د سرو زرو مډال و ګاټه، ددې كاميابۍ سره سره د لوبو ماهرينو دده نه د هغو كاميابيو توقع نه كوله كومي چي په راتلونكي كي د ده په برخه شوي، په 1964 كي كيټس كلې په اسلام مشرف سو او د كيټس كلې نه ""محمد علي"" شو دده په اسلام قبلولو ځيني خلكو دناخوښۍ اظهار وكړ مګر كوم سعادت چي د محمد علي په برخه شوى هغه هيچا هم ايسارولاى په داسي موقع ده ويلي وو.
زه هغه څه كول نه غواړم چي تاسي يې له مانه كول غواړى، زه به هغه څه كوم چي زه يې وغواړم؟ او ده همداسي وكړل.
(نسل پرست) امريكايي سپين پوستى له اول نه د ده خلاف وو مګر د ده د اسلام په راوړلو سره يې نور هم حسد ډېر شو كله چي محمد علي د سوك وهني لوى لوبغاړى ""سوني لسټن"" ته ماتې وركړه نو خلكو ته اندازه ولګېده چي هغه څه وشول چي دوى نه غوښتل، اوس محمد على د سوك وهني د لوبي بادشاه وو او نړيوال اعزاز يې دراتلونكو دريو كالو لپاره د ځان سره وساته، د محمد علي د سوك وهني په لوبه كي پاتي راتلل ناممكن وو خو دده مخالفينو ته يوه داسي موقع په لاس ورغله كله چي په 1967 كي محمد علي د ويتنام په جنګ كي په پوځ كي د شموليت نه انكار وكړ دويتنام په جنګ كي هغه اول امريكايي نه وو په دې ورځو كي په امرېكا كي همدا يوه ناره وه:
زمــا د ويـتـــنـام ســـــره هـــــيڅ جـــنـګ نــشته.
مګر مخالفينو ددې موقع څخه ګټه پورته كړه او د محمد علي د سوك وهني لايسنس يې منسوخ كړ او پوره درې نيم كاله هغه د خپلي لوبي څخه ليري و ساتل شو ، وروسته د متحدو ايالاتو ستري محكمې دا كار بې ځايه وګاڼه او د محمد علي لايسنس يې په حال كړ، محمد علي ته خو لايسنس په لاس ورغۍ خو دده سوك وهني نړيوال مډال يې بيرته په همهغه رنګ حاصلول غوښتل ده خپلي تيارۍ مكملي كړې او په 1974ع كي يې ددې وخت نړيوال اعزاز لرونكي لوبغاړي ""جارج فورسين"" سره سيالي وكړه او خپل نړيوال اعزاز يې ترلاسه كړ، په 1975 كي يې (جوفريزر) ته ماتي وركړه او د خپل اعزاز دفاع يې وكړه خو د عمر د ډېروالي له وجي نه بيا ونه شو كړاى چي خپل نړيوال اعزاز له ځان سره وساتي اخير كال په 1981ع كي يې د لوبو د ميدان سره خداي په اماني وكړه، په 1996ع كي چي كله د اټلانټا اولمپيك لوبو افتتاح كېدله نو د تماشاچيانو په منځ كي د محمد علي فولادي لاسونه د سختو مرضونو لكه د ونو د پاڼو په څير ريږدېدل دا هم هغه محمد علي وو چي د 2002 كال په وروستيو كي زموږ د ګران وطن افغانستان د قدر وړ ميلمه وو. ","محمد على "" كلى"" پېژنئ؟"
1663,,"
د ١٣٨٣ ، د مرغومي ٦
کابل : پلازمېنې ته رارسيدلي نړيوال خبرونه ښيي چې د اندونيزيا سمندر غاړو ته نژدې په اوبو کې د يوې زلزلې له امله په شپږو هيوادونو کې نژدې ٤٠٠٠ کسان وژل شوي دي .
دغې زلزلې په هند ، اندونيزيا ، مالديپ ، سرې لنکا ، ماليزيا او تايلينډ کې ورانى او ويجاړى کړى دى .
د سمندر لس متره لوړې څپې په دغو هيوادونو کې لوى ورانى جوړ کړى دى . مالديپ چې خاوره يې تر سمندر ايله يو متر لوړه ده د دغو څپو له امله ښايي تر ټولو ډيره زيانمنه شي .
له دغۀ هيواده لا تر اوسه ډير معلومات نه دي ترلاسه شوي . ",د هند په سمندر کې زلزلې ٤٠٠٠ انسانان وژلي
1664, ولي شاه طبيب (کندهار –افغانستان),"
ولي شا طبيب _ کندهار
کابل نن سبا
کابل چه دګران افغانستان پلازمينه ده ، يو ښکلی دليدلو وړ ښار دی ګر چه د۲۵ کالو جګړو په لړ کښي ددې ښکلي ښار زياتي برخي په ځانګړي ډول دخپل منځي جګړو پر وخت ډير وران او ويجاړ سو ،کابل داعليحضرت تيمورشاه دسلطنت پرمهال په پلازمينې بدل سو ، دهغه نه دمخه کندهار دافغانستان پلازمينه وو. د پلازميني په حيث دکابل دټاکلو لپاره دا دلايل ويل کيدل چه کابل تقريبا دافغانستان په منځ کي پروت دی ، سوق الجيشي موقعيت لري او ښه اب وهوا يا اقليم لري . دکابل د ښار نه غرونه راتاوو سويدي هاند تردي چه داسمايي ،شيردروازي او نور غرونه دښْار په دننه کښي غزيدلي دي .
دمغلو لوی زمامدار ظهيرالدين محمد بابر دکابل سره ډيره مينه درلوده ،دخپل ژوند ډيره برخه يي په کابل کښي تيروله ، او دخپل وصيت سره سم دکابل په ښار کښي په هغه بڼ کښي خاوروته وسپارل سو چه دده په عصر کښي دده په هدايت جوړ سوی وو .
خوکابل دجګړو پروخت داسي خراب سو چه ددي خرابيو په ليدلو سره دانسان دسترګو بي اختياره اوښکي راځي ، په ځانګړي ډول هغه څوک به ډير غمجن سي کوم چه داښار يي دارامۍ او صلحي پروخت ليدلۍ اويا يي ژوند پکښي کړی وي .
زه ددروو ورځو لپاره کابل ته تللی وم ، څه چه مي ليدلي دي تاسومحترمو لوستونکو ته يي وړاندي کوم .
په ښار کښي نفوس فوق العاده زيات سوی دي حتی په پياده روونو کښي تيريدل او راتيريدل مشکل سوي دي ، په پياده رونو کښي چکنه فروشان يا خورده فروشان زښت زيات سويدي . او تقريبا داکثرو پياده رونو نيمايي برخه دغو خورده فروشانو نيولي وه ، چه البته ماته دخوښی سبب سو چه حداقل ډير و بيچاره ګانو لپاره دغريبی زمينه مساعده سوي وه . دوړو شخصي او ټکسي موټرونو شمير فوق العاده زيات سوي وو ، خصوصا دسهار اومازديګر پروخت دموټرونو لښکرونه پر هر سړک رامات سوي وي ، چه دسورليو ډير وخت په موټرونو کښي ضايع کيږي ، همدارنګه دهوا او چاپيريال ککړتيادموټرونو د زيات دود له وجي زياته سوي وه ،دبلي خوا دامنيتي دلايلو له مخي بعضي لوي جادي دترافيکو پرمخ بندي وي . په ښار کښي ښاري سرويسونه چه ډير کم يي دپخوا څخه پاته وه او زيات شمير يي ددوستو هيوادونو هندوستان او ايران لخوا کومک سوي وه ترسترګو کيدل چه تقريبا په اکثرو لينو کي چليدل او واقعا دا بسونه دعوامو لپاره لوی کومک وو .
دغذايي موادو کمبود نه ليدل کيدی ، مګر نرخونه جګ وو ، ګرچه دکابل اوسيدونکي دموجوده ښاروال دښو کړونو څخه راضي وه ، دهوتلونو وضع ښه نه وه ، دمسافرو لپاره داوسيدلو لپاره پاک او مناسب هوتلونه نه وه ، دهوتلونو صفايي او حفظ الصحه ډيره کمزوري وه ، زما هدف دکانتينينتل هوټل نه بلکه عادي هوتلونه چه دعامو وطنوالوپه سويه وي او کرايي يي هم ډيري جګي وي .
دلاسي صنايعو او نفيسو اثارو ډير زيات شمير دوکانونه دنوي ښار دمرغ فروشۍ په کوڅه کښي دوباره نوی رونق پيدا کړی وو ، ما ډير داسي انتيک شيان وليدل چه هغه ددي وړ وه چه په موزيم کښي کښيښول سي ، په نوي ښار کښي نوي ستايل مغازي او ډول ډول رستورانونه پرانستل سوي وه ، دغه نوي سټايل هوټلونو دافغاني غذاوو په څنګ کښي چينايي ، ايتالوي او نور ډول غذاوی عرضه کولي ، البته په ډير لوړه بيه .
دکورونو کرايي ډيري لوړي وي ، نفوس ډير زيات وو ، خو دکورونو تعداد ډير کم وو ، دحکومت لخوا دمځکو دويش سکيمونه ډير لږ وه ، ديوه دوه کوټي مکروريان اپارتمان کرايه دمياشتي ۲۰۰ ډالره وه ، دمرکزګرمۍ سيسټم يي هم غير فعال وو ، برښنا او اوبه يي هم په نوبت سره وي .
څرنګه چه دکابل زياتي داوسيدو سيمي لکه دريمه او څلورمه کارته ، خوشحال خان مينه ، کوټه سنګي ،افشار ، کارته نو ،دارالامان او نوروبرخو په زرونو کورونه د جګړي له وجي خراب سوي وه ، او ددغو خرابيو بياجوړونه کلونه کلونه وخت غواړي ، ډيري دولتي وداني هم وراني سوي او چور سوي وي چه دکابل زيات ورانۍ د تنظيمونو د خپل منځو جګړو پر مهال سوی وو ، دافغانستان موزيم چه هم وران سوی وو ، خو دنيکه مرغه دوباره ودان سوی وو .
ددارالامان ماڼي چه داعلحضرت غازي امير امان الله خان دسلطنت پرمهال دده په خاصه مينه او علاقي سره جوړه سوي وه ،ددي ماڼي په جوړولو کښي اروپايي مهندسانو ډيره ونډه درلوده ، ما دا ماڼۍ دصلحي پرمهال ليدلي وه ، په رښتيا سره دمعمارۍ دفن يو شهکار وو ، ددی ماڼۍ دغرب خواته بله ماڼۍ چه پر لوړه تپه جوړه سوي وه او په قلعه تاج بيګ ياديده هم داعلحضرت غازي امير امان الله دعصر جوړونه وه ، وايي چه دقلعه تاج بيګ او دارالامان دماڼيو ترمنځ هوايي زانګو چليدله چه دکيبلونو په واسطه کشيدله ، همدارنګه ددهمزنګ دچوک څخه تر دارالامان ماڼۍ پوري داوسپني دپټليو خط کش سوي وو چه ټرام به پر تللای .
اوس چه مي دا ماڼۍ وليدله ډير غمجن سوم ،ماڼي داسي ورانه سوي وه چه دبيا جوړوني اميد يي ډير کم دی ،دتاج بيګ ماڼي ته نژدي نه ورغلم خو داسي راته بريښيدله چه دبيا رغوني اميد ورته سته .
دکابل بين المللي هوايي ډګر چه دجګړو پرمهال ډير وران او ويجاړ سوی وو ، اوس بيا څه رونق پيدا کړی دی ، دترمينل څه ترميمات سويدي ، داريانا افغان هوايي شرکت سره دهندوستان حکومت دري ايربس الوتکي کومک وکړي او څو نوري الوتکي يي هم رانيولي ، داريانا افغان هوايي شرکت الوتکي تهران ،اسلام اباد ،تاشکند ،ډهلي ، استانبول ، فرانکفورت ،جدي ،ډوبي او نورو هيوادونو ته الوتني لري ، نوموړی هوايي شرکت داخلي الوتني وهرات او مزارشريف ته لري . کام اير او پکتيک دوه نور افغاني هوايي شرکتونه دي چه داخلي الوتنی تر سره کوي ، دملل متحد الوتني اوس دکابل څخه دنورو ولاياتو پر لور الوتني لري ، خو دکابل دهوايي ډګر شاوخوا اوس هم ډيری بيکاره اوسپني او دکاره لويدلي وسايل ليدل کيږي .
اوس مهال په کابل کښي دري تلويزيوني خپروني دافغانستان راديو تلويزيون ، طلوع او افغان تلويزيونونه کارکوي ، دراديو افغانستان په ځنګ کښي ارمان او دازادی راديو نشرات داف ام پر امواجو لري .
",د افغانستان پلازمېنه ( کابل )
1665,بابوزی,"
دبابوزی په قلم
دويتنام د جګړي وړاندي د پخواني شوروي نړيواله پاليسي د خپلو ګټو څخه دفاع او په نړيواله ټولنه کي د خپلو پلويانو زياتول وه او د دې نړيوال ابرقدرت په وړاندي د امريکا متحده ايالاتو نړيواله پاليسي په نړۍ کي د امريکايې ګټو څخه د نظامي ځواک په مټ دفاع مطرح وه ،خوهغه وخت چي په ويتنام کي امريکاجګړه ايزه پاليسۍ د ماتي سره مخ شول ، لږ تر لږه د يوې لسيزي لپاره نړۍ د قطبينو په تقابل او توازن کي د وروسته پاته هيوادونوڅخه د سپوږمکيو د جوړيدو په چارو بوخت وساتل شوه .
د تيري پيړۍ اتيا يمه لسيزه د پخواني شوروي واکمنو لپاره د نويونړيوالو تيزونولسيزه وه .د هغوۍ له نظره د هغه وخت نړۍ بايد د دوو نړيوالو قطبو نو تر منځ و ويشل شي .د همدې نويو تيزونو پر بنسټ د پخواني شوروي زړو واکمنانو په ورسته پاته هيوادونو کي د اوښتونونو او پاڅونونو هڅونه پيل کړه او ورسره سم يې په پټه او ياهم مخامخ د هيوادونو او په ځانګړي توګه د وروسته پاته هيوادونو په کورنيو چارو کي لاسوهني پيل کړې .دورسته پاته هيوادونو د اوښتونونو لپاره يې تر بيلا بيلو نومونو لاندي د انقلابونو لاري او نومونه وتراشل او د هغو په اصطلاح انقلابونو لپاره يې د کاذب منطق پر بنسټ دلايل او براهين مينځ ته راوړل .او د سياسي او ټولنيزو سازمانونو د منځ ته راتلو اود ګړندۍ ودي لپاره يې په نظامي اکټونوتکيه او باور د دې تيزونو منځنۍ اوټاکونکۍ اړخ و.
دپخواني شوروي ستراتيژيستانو له نظره پر نړۍ د واکمن کيدو لپاره تر ټولو وړاندي د هغي حلقي ماتول پکاروه چي د پخواني شوروي د نفوذ د مخنيوي لپاره جوړه شوې وه .په دې حلقه او کړۍ کي تر ټولو خواره او ماتيدونکې حلقه افغانستان په ګوته شو . د دې هيواد د ماتيدو لپاره هغوۍ په خپل برياليتوب ډاډمن او د دې ډاډ لپاره يې درې بنسټيز لاملونه وړاندي کول : لومړۍ داچي د خپلو پخوانيو پلانونو پر بنسټ د هغوۍ له نظره په افغانستان کي د وګړودويم اکثريت په اسانتيا تر نفوذ لاتدي راتلای شي او د مليتي شعارونو په طرح کولو سره به په افغانستان کي خپلي هيلي تر سره کړي ؛دويم داچي امريکا د ويتنام په جګړو کي ماته خوړلې او د شوروي سره د بيا جګړې لپاره زړه نه کوي ؛او دريم داچي د پخواني شوروي دفاعي اردو په تعروضي او جګړه ايز اردو اړول شوۍ وو ؛
دپخواني شوروي د ستراتيژيستانو له نظره ،افغانستان خوړلو ته تياره ګوله پرغوړيدلي سترخوان پرته وه . په ځانګړي توګه د دې ګولې خوړل هغه وخت ورته لا اړين وګرځيدل چي د افغانستان واکمنو د امريکايې پاليسيو ملاتړ ته په څرګنده مخ واړاوه ،له هغه وروسته پخواني شوروي واکمنانوپه بيړه لومړۍ په افغانستان کي د شوروي پلوي نظام د مينځ ته راوستلوزمينه برابره کړه او بيا يې د١٣٥٨ لمريز کال د جدي په شپږمه نيټه په ډيري بيشرمۍ شوروي پلوی نظام ړنګ او پر ځای يې د کاجي بي روزل شوي ګوډاګۍ د قدرت ګدۍ ته ورساوه.
پخواني شوروي خو خپل ګوډاګۍ د قدرت ګدۍ ته د سره ټانک پر ميل پورته کړ ، خو د لسو کالو خونړيو جګړو وروسته د پخواني شوروي ستراتيژيستان پوه شول چي هغوۍ د حساب پايله هم هاغسي چي هغوۍ وړاندوينه کړي وه هم هاغه شان ده خو په يوه تفاوت او هغه داچي : د لسو کالو جګړو وروسته پايله دا ده چي افغانستان به د نړۍ پر مخ د يوه هيواد په توګه ترسيم نه شي ، خو يوازي په همدې نوم کي تيروتنه شوې ده ، هغوي وليدل چي د نړۍ د هيوادونو د لړۍ څخه افغانستان ورک نه شو بلکي پخوانۍ شوروي د نړۍ د هيوادونو د لړۍ څخه ورک شو؛
دجدي شپږمه نيټه د افغانانو لپاره په وينو لړلې سره ورځ ؛ د پخواني شوروي لپاره و قبر او هديرې ته دلويدلو توره ورځ او د پخواني شوروي حريفانو ته شنه او زرغونه ورځ ده ؛
",دجدي شپږمه د افغانانو د غميزي اوج
1666,,"
د ١٣٨٣ ، د مرغومي ٧
کابل : له سويلي او ختيځې اسيا څخه رارسيدلي خبرونه د يکشنبه د ورځې د سمندري زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېره تر ٢٤ زرو ډيره ښيي .
زلزله د اندونيزيا د سمانترا ټاپو ته نژدې شوې وه . د هغې له امله د سمندر توغياني څپو د شپږ هيوادونو خاوره لاندې کړه .
په هند ، اندونيزيا ، سرې لنکا ، مالديپ ، تايلينډ او ان د افريقا په سوماليا هيواد کې د دغو څپو له امله خلک ووژل شول او ډير نور مالي زيان يې واړاوۀ .
داسې ويره ده چې دغه شمېره ګړۍ په ګړۍ ډيريږي . ",د هند د سمندر په زلزله کې ٢٤ زره کسان وژل شوي دي
1667,,"
سورغر توخی کندهار :
د ١٣٨٣ ، د مرغومي ٧
له اوږدې وچ کالۍ څخه وروسته يو ځل بيا د افغانستان په ځينو سهيل لويديځو سيمو کې بارانونه وريږي .
د کندهار او شاوخوا لويو ولسواليو له کليو څخه عيني شاهدانود بېنوا ويبپاڼې خبريال ته وويل چې بارانونه د پرون ( يکشنبې ) له ورځي څخه پيل شوي او تر دوشنبې ماخوستن پورې ورښت روان و .
مالدار ، مځکه وال او بزګران خوشاله ښکاري . په کندهار او ځينو سيمو کې د هغو کورونو خاوندان چې په تيرو دوو کالو کې يې استوګنځايونه پاخۀ نه دي جوړ شوي وايي چې لومړی ځل يې پر کورونو داسې باران کيږي او ځيني يې څڅيدلي دي .
باران کله لږ تيز او بيا کرار شي ، سيمه ييز خلک او بزګران وايي داسې بارانونه به راتلونکي کال ته ددوی پر حاصلاتو ډير ښه اغېز وکړي .
ساينس پوهان وايي د وچکاليو له امله په مځکه کې د اوبو د زيرمو له کښته کيدلو سره ښايي دا بارانونه ډيره مرسته ونه کړي خو که چيرې په پرله پسې ډول بارانونه وشي او په راتلونکو کلونو کې هم وچکالي نه وي نو د مځکې لاندې زيرمې به ډکې او د اوبو پيدا شوې ستونزه به حل شي .
دوی له حکومت او نړيوالو مرستندويو ټولنو غوښتنه کوي چې په يوې اوږد مهالې تګلارې فکر وکړي چې په دغو ولايتونو کې د اوبو د ستونزې حل ته ﻻر ولټولی شي .
",د افغانستان پر سهيل لويديځو سيمو باران اوري
1668,,"
سور غر توخی کندهار :
ر ١٣٨٣ د مرغومي ٧
نن د کندهار له ولايت څخه ٣٥٠ ( درې سوه پنځوس تنه ) د سهيل لويديځ زون حاجيان د سعودي عربستان په لور رهي شول .
سږ کال د کندهار د ولايت د حج او اوقافو په رياست کې د حج د پروګرام ترمخه ٣٥٠٠ حاجيانو ځانونه راجستر کړي ، او حج ته د تللو لارې څاري . له دوی څخه ٣٥٠ تنه نن ( دوشنبه ) سهار د کندهار له نړيوال هوايي ډګر څخه مخامخ د سعودي عربستان د جدې نړيوال ډګر ته وخوځېدل.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې به د نورو سهيل لويديځو سيمو اوسيدونکي حاجيان هم د کندهار له نړيوال هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان پر لور رهي شي .
",افغان حاجيان حج ته روان شول
1669,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ٧
کابل : د افغانستان د ملي نوي ملي سرود لپاره ټاکل شوي کميسيون بالاخر د ارواښاد استاد بېنوا هغه شعر له څه بدلونونو سره ومانۀ چې د ولسمشر داود پر وخت د ملي سرود په توګه غږيدۀ .
په هغۀ شعر باندې د حبيب الله رفيع له خوا د الله اکبر او د افغانستان د بيلا بيلو قامونو نومونه ورزيات شوي دي .
دا زياتونه د اساسي قانون د لويې جرګې له غوښتنې سره سمه وه .
تر دې وړاندې د شاعر او ليکوال محمد اکبر اکبر شعر غوره شوی و خو په وروستي چاڼ کې بيرته د ارواښاد بېنوا پر شعر سلا وشوه .
په کابل کې د ادبي کړيو له لورې دا پريکړه حيرانونکې بلل شوې ده . دوی وايي که چيرې پريکړه همدا وای نو په لومړي سر کې بايد شوې وای چې د ځينو مهمو دستورو پر وخت دغه ملي سرود غږيدلی وای . ",ملي سرود ته د ارواښاد بېنوا شعر غوره شو
1670,,"
تنده، په كندهار كې د هېواد كلتور او ادبي ټولنې دوې مياشتنۍ مجله ده، چې پرله پسې درېيمه او څلورمه (غبرګه) ګڼه يې په دې وروستيو كې چاپ شوې ده، چې مسوول مدير يې تاج محمد تابع دى او د هېواد ټولنې مشر واصل حسنيار دى، چې دا ټولنه د تندې مجلې تر څنګ نور ادبي او كلتور كتابونه هم چاپ كړي او اوس هم بوخت دي خپلې فرهنګي چارې پرمخ بيايي. دا يې هم د لوستلو لپاره د انټرنټ پته:
www.benawa.com/rasanay/tanda
",د تندې مجلې نوې ګڼه پر ليكه شوه
1671,,"
د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومي ٨
کابل : ولسمشر کرزي خپلې نوې کابينې ته تر دوو اوونيو لږ وخت ورکړی دی چې د خپلو ټولو شتمنيو په باب معلومات ښکاره کړي .
ښاغلي کرزي ويلي دولت د دولت ټولولو لپاره نه دی . په لنډ مهالي حکومت کې يوازې ولسمشر کرزي ، حنيف اتمر او ډاکټر اشرف غني احمدزي دا کار کړی و خو نور نه و چمتو شوي .
په کابل کې د سياسي کړيو له خوا داسې اټکل دی چې دا ځل به هم ښاغلی ولسمشر د خپلې هيلې په ترسره کولو کې ستونزې وويني .
په يوې بلې پرمختيا کې له پخوانۍ شمال ټلوالې سره نژدې سرچينې وايي چې دوی د ځينو نويو واليانو په مقررۍ خوشالې نه دي .
د کابل مخکينی والي چې د اسلامي جمعيت فعال قومندان و په نويو ټاکنو کې له کاره ګوښه شوی او د هرات مخکينی ګوښه شوی والي په کابل کې د انرژۍ وزير ټاکل شوی خو دغه سرچينې د کونړ او کندهار نويو واليانو ته ګوته نيسي چې ګواکې پوځي قومندان و . خو دوی د ننګرهاد پر نوي والي څه نه دي ويلي .
د کندهار نوی والي ګل اغا شيرزی او د کونړ نوی والي ملک زرين نومول شوی دی . په ننګرهاد کې د ولسمشر کرزي مخکينی وياند سيد فضل اکبر د والي په توګه ټاکل شوی.
",وزيران به حساب ورکوي
1672,,"
د سويډن د مالمو دښار څخه خپرېدونکې ( نوې هيله ) ١٢مه ګڼه پر ليکه شوه
دا ګڼه د ارواښاد استاد علامه رشاد صاحب لپاره ځانګړې شوې ده په شلو مخونو کي خپره او اوس يې تاسو د انټرنټ له لاري لوستلای شئ .
د لوستلو لپاره يې دغه ځای کښېکاږئ
چلوونکی : حبيب الله غمخور
کمپيوټر چاري : هيواد شيرزاد
",د نوي هيلي نوې ګڼه پر ليکه شوه
1673,,"
دافغانستان نوی ملي سرود
څـــــو چې دا زمكـه اسمان وي
څو چــــې دا جــــــهان ودان وي
څو چې ژوند په دې جهـان وي
څو چې پاتې يو افـــــغــــان وي
تل به دا افغانســتان وي
تل به دا افغانستان وي
هــــــزاره، كه بـــــلــوڅان يـــــو
پشــــــه يان، نورستانـــيان يو
ازبــــكان كه تركمــــــنان يـــــو
پښــــــتانه كه تاجــــكان يــــــو
كه هر قام يو، افغانان يو
د وطــــن د مور بچيان يو
دى شــــــعـار مـــــو ازادي
ســـــــوكالــي او ابـــــــادي
عــــــدالت او تــرقــــــــــي
ځــــــــــو په لوري د بـــــري
دا مــــو ږغ دى بخـــــــــتور
وايـــــــــــــــو الله اكــــبـــــــــر
وايــــــــــو الله اكـــــبــــــــــر
",د افغانستان نوى ملي سرود
1674,,"
د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومي ٩
کابل : د افغانستان د اطلاعاتو کلتور د وزارت مرستيال عبدالحميد مبارز له خپلې دندې لاس په سر شو .
ظاهرآ ښاغلى مبارز له مخدوم رهين سره خوښ نه و چې بيا هم د اطلاعاتو و کلتور وزير نومول شوى دى .
ښاغلي مبارز د شمال ټلوالې له ځينو غښتليو کسانو سره هم په تېرو دوو کلونو کې ښه گوزاره ونه کولاى شوه . هغوى پر تلويزيون او راډيو تر هغې کچې زيات زور لارۀ چې ښاغلي مبارز ته د منلو و .
",عبدالحميد مبارز استعفى ورکړه
1675,محيب الله اسرار _ باميان,"
غزل
يار چي له اغياره ټولوي لمن
درد مي له پرهاره ټولوي لمن
شپه چي له سهاره ټولوي لمن
خود به يار له ياره ټولوي لمن
خدايه په ګل مخي جانان څه وشوه
سره يې لا رخساره ټولوي لــمن
دې ته يې بيا ناز که غرور ووايو
ځي چي په دې لاره ټولـــوي لمن
هسي بهـــانه کړي تقاضا د وخت
يار درنه ( اسراره ) ټولوي لمن
",درد مي له پرهاره ټولوي لمن
1676,کوچۍ ( هالنډ),"
کوچۍ ( هالنډ ) ٣٠-١٢-٢٠٠٤
٢٠٠٤ کال ځينوپېښوته ځغلنده کتنه
پوهيږو چې د تاريخ په اوږدو کښي هر کال ډير څه نوي پيښيږي ، ډير څه منځ ته راځي او ډير څه د منځه ځي.په ٢٠٠٤ کال کښي هم ډير څه پېښ شوي دي چې د ټولو يادونه به يې ګرانه وي. خوځينو مهمو ته يې په لنډه توګه اشاره کوو:
· د جنورۍ په مياشت کښي د مارس اکسپريس په نوم اروپاي فضايي بيړۍ د لومړي ځل لپاره د مارس په سياره کښي د اوبو د شته والي خبر ورکړ. دغه اوبه د يخ په څېر د مارس په جنوبي برخه کښي کشف شوي . په دې خبره پوهانو، ډېره خوښي ښکاره کړي او ويلي : څنګه چې اوبه د ژوند لپاره اړيني دي نو په دې کشف سره دا امکان شته چې په مارس کښي هم يو وخت ژوند پيل شي.
· د فبرورۍ په مياشت کښي په مراکش کښي زوره وره زلزله وشوه چې په هغې کښي ٦٠٠ کسانوخپل ژوند د لاسه ورکړي و. دا زلزله د ايمزورن په ښار کښي ترنورو ښارونو شديده وه چې ډير کورونه او ودانۍ يې د منځه يو وړې. د زلزلې شدت د رختر شپږ درجې ښودل شوي و.
· د مارچ په ١١ نېټه د هسپانيې په پلازمېنه مادريد کښي د هغه ښار تر ټولو لويه چاودنه وشوه چې ١٩٩ کسان په کښي مړه او ١٥٠٠ په کښي ژوبل شول. دغه چاودنې د مادريد په لسو اورګاډو کښي وشوې چې د ترورزم په هکله انديښنې يې نه يواځې په هسپانيه بلکې په ټولې اروپا کښي لانوري هم زياتې کړي. د دې چاودنو سره سم ١١ مليونو هسپانويانو مظا هره وکړه چې د هسپانيې په تاريخ کښي تر ټولو لويه وه.
· د اپرېل په مياشت کښي د عراق دفلوجې په ښار کښي څلور امرېکايې پوځيان په يو موټر کښي وه وژل شول او بيا مړه وسوزول شول. په دغو څلورو کسانو کښي درې دبحري ځواکونو د ځانګړي کنډک غړي و او څلورم يې د مځکنيو ځواکونو پخوانې کماندو و. د دوي وژنې په تلويزيونونو کښي وښوول شوي او په نړۍ کښي پري ډير بحثونه پيل شول.
· د مې په مياشت کښي ١١٤ کلنه هالنډۍ ښځه چې ايګليشيه جورډن نوميده ، د عمر له پلوه د نړۍ تر ټولوزوړ او مشر انسان وبلل شو.
· د جون په مياشت کښي د امرېکي پخوانې ولسمشر رونالد ريګن د ٩٣ کالو په عمر ومړ. ريګن د ١٩٨١ کال نه تر ١٩٨٩ کاله د متحده ايالاتونو څلويښتم ولسمشر و.
· دجولاي په ١٧ نېټه د هند په يوه ښاري ښوونځې کښي اور لږيدلي و چې ٨٧ ماشومان په کښي مړه شوي و. ددغو ماشومانوعمر د شپږو او ديارلسو کالو په منځ کښي و.
· د اګست په ١٣ نېټه د اتن په ښارکښي داولمپيک نړيوالي لوبي پيل شوي او په ٢٩ نېټه پاي ته ورسيدلي.
· د سپتمبر په لومړۍ نېټه د روسيې په جنوبي ښار بيسلان کښي يو ښوونځې د لسګونو ساعتونو لپاره د چيچن ديو شمېر بېلتون غوښتونکو له خوا يرغمل ونيول شو او د يوي پوځي مخامختيا په ترڅ کښي ٣٣٤ تنه ووژل شول چې ډيري يې ماشومان و.
· داکتوبر په ٩ نېټه په افغانستان کښي د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ ټولټاکنې د خلکو په پراخ ګډون او بې مثاله شور او زوږ سره تر سره شوي. په ټولټاکنو کښي د افغان ښځوپراخ ګډون د ځانګړي يادونې وړ دي. د نومبر په درېمه نېټه د راي شمېرنې کميسيون په رسمې توګه اعلان وکړ چې د ټولو رايو پنځه پنځوس عشاريه څلور سلنې حامد کرزي ګټلي. او د اساسي قانون له مخې د هيواد جمهورريس بلل کيږي.
· د نومبر په ٢ نيټه د هالنډ په امستردام کښي هالنډی فلم جوړونکې تېيو فان ګوګ په رڼا ورځ په ګوليو وويشتل شو ، اود دې لپاره چې هغه ژوندې پاتې نه شي نو وژونکي هغه څو ځايه په چاړه هم وواهه . پوليسو وژونکی چې محمد ب نوم لري و نيوه. محمد ب يو مراکشی مسلمان ځوان دي چې په هالنډ کښي زېږيدلی عمريې ٢٦ کاله دی او هالنډي او مراکشي تابعيت لري. محمد ب د تېيو فان ګوګ د وژلو سبب اسلام ته سپکاوي او په يوه فلم کښي د يوې نجلۍ پر لڅ بدن باندي د قرآن دآيتونو ليکل ښودلي و . ددې پيښې سره سم په ټول هالنډ کښي د تروريزم سيورې خپور شواو په هالنډ کښي د اوسيدونکو مسلمانانو او هالنډيانو تر منځ د بې باوري فضا را منځ ته شوه.
· د نومبر په ١١ نېټه د فرانسې د پاريس د نظامی روغتون وياند اعلان وکړ چه د فلسطين ملی مشر ياسر عرفات د سهار په درو نيم بجو وفات شوچې عمر يی ٧٥ کاله و.
· د نومبر په ١٢ نېټه د افغانستان د پوهې او ادب ځلانده ستورې فاضل استاد علامه پوهاند رشاد د کابل په څلورسوه بيستريز روغتون کې خپله سپيڅلې اروا لوي خالق ته وسپارله .
· د دسمبر په ٢٦ نېټه د هندد سمندرپه اوبو کښي يوه سخته زلزلې پېښه شوه چې ټکانونه يې تر افريقا هم ورسيدل. خو زيات شدت يې په آسيايې برخه کښي و. د تر لاسه شوو مالوماتو له مخې تر اوسه په شپږوساحلي هيوادونو کې نژدې ٨٠٠٠٠ کسان مړه شوي اودغه شمېره ورځ په ورځه ډېريږي. دغه زلزلې په هند ، اندونيزيا ، مالديپ ، سرې لنکا ، ماليزيا او تايلينډ کې زياتې ويجاړۍ پېښي کړي او ستر انساني ناورېن يې را منځ ته کړى دى .
",٢٠٠٤ زېږديز کال ، او د نړۍ ځيني مهمي پېښي
1677,,"
د هيواد ملي ، سياسي ، او ټولنيز شخصيت ښاغلی عبدالله خان مشهور په ( لعل اغا ) عصمت جبارخېل احمدزی د ١٣٨٣ ل کال د مرغومي ( جدي ) د مياشتي پر لومړۍ نېټۀ د ٨٢ کالو په عمر د ورپېښي ناروغۍ له کبله د المان د هنووَر په ښارکي د ورپېښي ناروغۍ له کبله ومړ .
ارواښاد جبارخېل صاحب په ١٣٠١ ل کال د ننګرهار ولايت په سرخرود کي زېږېدلی و .
نوموړي په هيواد کي پر ټولنيزو خدمتونو برسېره په بېلابېلو دورو کي د افغانستان په ملي شورا کي دغړي او د سرخرود ولسوالۍ د وکيل په توګه دنده ترسره کړې وه .
خدای بخښلي د خپل ژوند په ا وږدو کي د احمدزيو د قوم د احمد بابا د جرګې مشرتوب هم کړی دی .
خدای بخښلي جبارخېل د ژوند زياته برخه د هيواد اوهيوادوالو د سوکالۍ او سولي په لاره کښي وقف کړې وي .
د ارواښاد جبارخېل صاحب جنازه ننګرهار ولايت د سرخرود په ولسوالۍ کښي د هغوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل شوه .
( روح دي يې ښاد وي ) ",دملي شورا پخوانی وکيل عصمت جبارخېل ( لعل اغا ) ومړ
1678,,"
",
1679,بېنوا خپرنيزه څانګه,"
د رهين بيا ټاكل كېدل او د ليكوالو محاكمه
نن، د مرغومي لسمه نېټه ډاكټر اكرم خپلواك له پكتيا څخه د ټليفوني تماس په ترڅ كې صالح محمد صالح ته وويل چې د سيد مخدوم رهين له خوا جوړه شوې دوسيه يې محكمې ته تللې ده، دى بايد هلته حاضر شي. ډاكټر اكرم خپلواك هغه ځوان فرهنګيال دى، چې د ښاغلي صالح د توقيف پر مهال يې د ده ضمانت كړى و، ګنې څارنوالانو غوښتل چې صالح په بند كې وساتي.
د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين چې كله د كندهار په اړه جوړ شوي سيمينار ته تللى و ، نو هلته يوه ليكنه وېشل شوې وه، چې په ليكنه كې د وزير هغو كارونو ته اشاره شوې، چې په خواجه صفا زيارت سيمه كې يې كسان كيندنې كوي او تاريخي اثار غلا كوي.
وزير پر صالح شكمن شوى و، ځكه چې صالح دا ليكنه له انټرنټ څخه كاپي كړې وه، حال دا چې دا ليكنه د انټرنټ په بېلابېلو پاڼو كې خپره شوې وه.
كابل ته په رارسېدو سره وزير په ده پسې يوه دوسيه جوړه كړه او د كابل لويې څارنوالۍ ته يې وسپارله، چې لومړى يې دى د چنګاښ (سرطان) پر ۱۷ مه نېټه (چهارشنبه) چې د ۲۰۰۴ م كال د جولاى ۷ مه نېټه كېږي، وغوښت، له هغه څخه يې څېړنې وكړې، دويم ځل يې د چنګاښ پر ۲۱ مه نېټه وغوښت، چې بيا يې څېړنې ورڅخه وكړې، په ده پسې يې د زمري (اسد) پر لسمه نېټه محمدياره زنګ وواهه، چې بايد ځان راحاضر كړي، په دې وخت كې وسلوال كسان ورپسې ورغلل او محمديار قوماندانۍ ته وغوښتل شو، تر هغه وروسته كابل ته راغى او څېړنې ورڅخه وشوې، داسې ښكاري چې له هغه څخه يې هېڅ هم ترلاسه نه كړل، دا موضوع دغسې روانه وه.
د وږي (سنبلې) پر ۷ مې نېټې د كابل لويې څارنوالۍ بيا صالح ته زنګ وهلى و، چې بايد شخصاً له وزير سره وګوري، كله چې صالح سبا ته يې وزير ته ورغى، هغه ورڅخه غوښتي وو، چې بايد په يوه رسمي مكتوب كې وليكي، چې دا ليكنه ما كړې وه او زه رسماً بخښنه غواړم، خو صالح ورسره نه وه منلې، ځكه چې ويل يې: هغه ليكنه چې ما نه وي كړې، څنګه يې له كبله بخښنه وغواړم؟؟
وزير ورته ويلي وو: كه ته بخښنه نه غواړې، زه به هم خپلې پاليسۍ ته دوام وركړم، دغه راز يې نور ګواښونه هم ورته كړي وو.
اوس چې سيد مخدوم رهين يوځل بيا د وزارت پر څوكۍ هماغسې پاتې شو، نو دا موضوع يې بيا راپورته كړې او غواړي چې په دې توګه ځوان ليكوالان ووېروي او دا ثابته كړي، چې په افغانستان كې د ډيموكراسۍ او بيان د ازادۍ شعارونه يوازې يوې ژبې ته منحصر دي، دغه راز خپله كينه بيا راوپاروي او يوځل بيا له پښتنو سره خپله دښمني په ثبوت ورسوي.
په خپله سيد مخدوم رهين له امريكا څخه په خپرېدونكې (اميد) اوونيزه كې په لسګونو داسې ليكنې كړي، چې د افغانانو او افغانستان خلاف دي، خو څرګنده نه ده چې وزير به دغو ليكنو ته څه جواز لري؟
د نړۍ په بېلابېلو برخو كې پراته افغان فرهنګيان په دې توګه د خپلو حقوقو په رڼا كې د دې كار سخت مخالف دي، له ولسمشر كرزي څخه په ټينګه غوښتنه كوي، چې د دې سترې تربګنۍ مخه دې ونيسي، ځكه ولسمشر دعوه كوي، چې په دې هېواد كې د هرې ژبې اوسېدونكي د ژوند او خپلې ژبې ته د كار حق لري، خو بل پلو يې وزيران له خپل مقام او زور څخه په استفادې سره غواړي چې خپله كينه سړه كړي او خپلې تربګنۍ ته دوام وركړي.
",د رهين بيا ټاكل كېدل او د ليكوالو محاكمه
1680,خالد هادي حيدري,"
ښاغلى رهين اوس څوك لري؟
(عبدالحميد مبارز، د رهين د پاليسۍ يو بل قرباني)
خالد هادي حيدري
نيويارک ، متحده ايالات
سيد مخدوم رهين يوازېنى وزير دى، چې اكثريت افغانان ورڅخه ناراضه دي او تل د هغه د بې كفايتۍ او مضرو پلانونو خبره كوي.
دا خبره ښاغلي كرزي ته هم څرګنده ده، ځكه چې په تېرو كلونو كې د اطلاعاتو او كلتور وزارت بې كفايتي ټولو ته څرګنده شوې ده، ان چې ځينوځوانو ليكوالو په خپله كرزي ته مخامخ د رهين د كارونو نيمګړتياوې يادې كړې دي، او د يوه ملي وزارت غوښتنه يې ورڅخه كړې وه، خو نه ده څرګنده چې دى بيا ولې د پخوا په شان د وزارت لپاره غوره څېره وګڼل شوه. ځكه ښاغلي رهين خپل ټول كارونه او هڅې يوې ژبې، يوه قام او يوه اړخ ته ځانګړې كړې دي، حال دا چې په دې هېواد كې ټول مېشت قامونه حق لري چې بايد ژبې ته يې كار وشي او دا د نوي اساسي قانون يوه ماده هم ده، چې په دې هېواد كې ټول مېشت قامونه حق لري، چې په خپله ژبه زده كړه وكړي او دولت ته دا مسووليت ورترغاړې دى، چې ټولو ژبو ته عملي كار وكړي.
كله چې ښاغلي سيد مخدوم رهين د وزارت د څوكۍ خپلولو لپاره له امريكا څخه تشريف راوړ، نو سم له لاسه يې خپل مرستيال رهنورد زرياب وټاكه، چې دا ښاغلى يې له فرانسې څخه راوغوښت، دا دواړه ښاغلي د افغان او افغانستان په وړاندې يو دريځ لري، د افغان پرځاى (شهروند) غوره ګڼي، رهنورد زرياب په يوه عامه غونډه كې وويل، چې دغه ښاغلي ته چا د اساسي قانون مسوده ورسپالې وه، چې ژبه يې ورسمه كړي، خو زرياب د ګيلې په ډول وويل چې ده د افغان پر ځاى (شهروند) تورى ليكلى و، چې وروسته افغان راغلى، دا ښاغلى خپه و، چې د ده فرمايش او غوښتنه ولې نه وه عملي شوې.
دغه راز په خپله رهين تر خپلې مشرۍ لاندې (شوراى شهروندان كابل) جوړ كړى، چې دكابل په هره ناحيه كې ورته دفترونه نيول شوي، له پټو او ښكاره كارونو يې څوك خبر نه دي، چې ايا ملي هدف لري او كه يوازې د وزير د تقويه كولو لپاره كار كوي؟
دغه راز وزير په تېر كال كې خپله ازموينه وركړه، چې په ډېرو وړو مسايلو يې ځينې ځوان ليكوالان څارنواليو ته ورمعرفي كړل او تل يې د بېځايه غچ اخيستنې شعارونه وركړي دي. لكه ښاغلي عبدالاحمد محمديار چې له كندهار څخه د وزير په امر د كابل لويې څارنوالۍ ته راوغوښتل شو، يا صالح محمد صالح چې درې ورځې ورڅخه تحقيقات روان وو، خو كله چې وزير ملامت و خوت، نو ځان يې غلى ونيو، هغه د يوه متل له مخې چې، شيخ فريده! پټه خوله دې بهتري ده، په دې برخه كې يې نه بخښنه وغوښته، نه يې مطبوعاتو ته ځواب درلود.
له يوې خوا د بيان د ازادۍ شعارونه وركوي، له بلې خوا په خپله د بيان د ازادۍ تر ټولو سخت دښمن دى، د ساري په توګه په انټرنټ كې په رهين پسې يوه ليكنه راغلې وه، چې ګواكې رهين د كابل په ځينو سيمو كې د خپلو اشخاصو له خوا كيندنې كوي او تاريخي اثار په پټه راباسي، بيا يې په پټه پلوري، خو ښاغلي رهين د دې پرځاى چې اصلي ليكوال پيدا كړي، پوښتنه ځنې وكړي، نور كسان يې څارنواليو ته ورمعرفي كړل او دوسيې يې پسې جوړې كړې.
دغه راز يې هوسۍ مجلې ته هم ستونزې پېښې كړې وې، غوښتل يې چې بنده يې كړي، خو كله چې د هوسۍ مجلې چلوونكو د راجسټر اسناد وروړاندې كړل، نو دې وزارت ورته پلمه كوله چې ولې په دې وروستيو كې راجسټر شوې، ولې پخوا نه ده راجسټر شوې، حال دا چې د مطبوعاتو قانون په هماغه مياشت كې توشېح شوى و، چې د هوسۍ چلوونكو هم د مطبوعاتو د قانون ټولې مادې منلې او پر ځان تطبيق كړې وې.
په دې وروستيو كې دې وزارت نوښت مجله هم بنه كړه، دوى پلمه كوي، چې دا مجله بشپړه سياسي ده، حال دا چې په كابل كې په سلګونو مجلې سياسي ليكنې خپروي، بله دا چې اوس خو د بيان ازادي او ډيموكراسي پلې شوې ده، بايد چې هره خپرونه دلته راشي، دولت بايد دېته وګوري، چې مجله د چا له خوا چاپېږي، دېته دې وګوري، چې څه په كې چاپېږي. بله دا چې رهين په خپل امر په كابل كې خيبر ټلويزيوني چينل بند كړى، چې ګواكې سياسي خبرې په كې راځي، بل پلو بيا پنځه- شپږ ايراني چينلونه خپرونې كوي، چې په هغوى كې هم د افغانستان په باب سياسي خبرې راځي، دلته بيا وزير هېڅ هم نه وايي.
د دې وزارت په اړه په ډېرو خپرونو كې ليكنې راغلي، كه راټولې شي، يو ستر كتاب به ورڅخه جوړ شي، خو له بده مرغه چې په دې برخه كې دولت خپل غوږونه كاڼه كړي دي.
د نښتر مجلې د درېيمې او څلورمې غبرګې ګڼې يوه ليكنه كې راغلي:
” دا بې پلانه، بې تصميمه او فرمايشي وزارت دى چې د يوې ښځې لپاره يې په تشکيل کې د هنرونو د معينيت څوکۍ زياته کړه، خو چې هغه لاړه نو په ټول هېواد کې بل داسې څوک نه شته چې پر ځاى يې معين مقرر شي نو ځکه د ورکې ورځې نه زرياب ته پاتې شوه“.
رښتيا هم دا فرمايشي او بې كيفيته وزارت ستر كار دا كړى، چې وزير يې خپلو هغو افغان او افغانستان ضدليكنو ته د عمل جامه ورواغوستله، چې له امريكا څخه په (اميد) نوې خپرېدونكې خپرونه كې يې ليكلې دي.
”دا هم د رهين هغه خنجر دى چې د دوستۍ په نوم يې د پښتنو په زړونو ټومبي، ځکه دى د اطلاعاتو او کلتور وزير دى د ده په وزارت کې بايد داسې کسان وي چې د خپل قوم او په مجموع کې د ټول افغان ملت نماينده ګي وکړي، داسې نه چې د ده د مرستيالانو ( معينانو ) په څېر تش په نوم پښتانه خو په پښتو خبرې هم نه شي کولاى، خبرې خو لاپريږده چې د دروازې پر سر د خپل دفتر نوم هم په پښتو نشي ليکلاى او په پاړسي يې ليکلي دي ( معين نشراتي، معين فرهنګي)“.
د دې وزارت په سلو كې ۸ كاركوونكي هم پښتانه نه دي، حال دا چې كارونه يې بايد د ټول افغانستان استازيتوب وكړي. د دې پرځاى چې يوه ملي ارګان او يوې ملي ټولنې ته كار وكړي، (شوراى شهروندان كابل) ته كارونه روان دي او وزير غواړي چې د خپلو ملاتړو كړۍ پراخه كړي.
په دې وروستيو كې خبر شوو، چې د دې وزارت مرستيال ښاغلي عبدالحميد مبارز له خپلې دندې استفا وركړه، ښاغلى مبارز په همدې روان لمريز كال كې د ټوپكوالو له خوا وګواښل شو، چې دا خبره مطبوعاتو ته هم راووتله. دى كه نور څه نه وي، دى د افغان ملت سپكاوى نه كوي او يو تكړه ليكوال دى، چې په افغاني كړيو كې ښه شهرت هم لري.
نوموړي هر وخت يادونه كوله، چې په دې وزارت كې له رهين سره نه دى جوړ، د هغه له زياتو نظرونو او پاليسۍ سره نه دى جوړ، خو بيا هم داسې ښكاري چې رهين به په دې نوې څوكۍ كې بيا خپلې تېرې پاليسۍ ته دوام وركړي او د ستر اكثريت پر حق به خېټه واچوي.
په دې وزارت كې جوړښت سترې نيمګړتياوې لري، هغه خپرونې چې په دې وزارت كې راجسټر دي، اكثريت يې د ملي ګټو خلاف ليكنې كوي، له افغاني او ملي ټرمينالوژۍ څخه سرغړونه كوي، چې دا د دې وزارت كار و، بايد چې مخه يې نيولې واى، نه يوازې يې مخه نه نيسي، بلكې وزارت هم د ايرانۍ ټرمينالوژۍ دودولو ته ملا تړلې، چې دغه كار يې ټول ملت ته څرګند دى، بېلګې يې په دولتي خپرونو كې هم ليدلاى شو.
ښاغلى رهين او د ټلويزيون پخوانى رئيس حضرتي، د محمد ظاهرشاه ډالۍ دي، چې ملت ته يې وړاندې كړي دي، ځكه چې دوى دواړه د مصلحت له مخې پر دغو څوكيو ګمارل شوي، چې هېڅ ډول لياقت په پام كې نه دى نيول شوى. نو ځكه به ښاغلى رهين پر ځان ډاډمن وي، چې د راروانو پنځو كلونو لپاره به پر دې ملت واكمني كوي او خپلې ځانګړې پاليسۍ ته به دوام وركوي.
خو افغان ليكوال او فرهنګيان چې اكثريت يې له ښاغلي رهين څخه خوابدي دي او دى نه غواړي، اوس له ملګرو ملتونو څخه په كلكه غوښتنه كوي، چې تر ټولو ستره نيمګړتيا په اوسني وزير كې ده، چې د ملت يوه ستره كتله د ده مخالفه ده، دى ټولو ژبو ته حق نه وركوي، ټول مطبوعات، وزارت او نور امكانات يې يوې ژبې ته ځانګړي كړي دي.
ښـاغلي رهين هغه وخت خپله تګلاره نوره هم جوته كړه، چې (د كمكيانو انيس) خپرونې نوم يې په (انيس كودك واړاوه) حال دا چې دا خپرونه له پيل په (د كمكيانوانيس) نوم سره خپرېده.
د راډيو ټلويزيون د ټولو خپرونو نومونه يې واړول، اوس يوه خپرونه هم سوچه پښتو نوم نه لري، ځينې نومونه يوازې پښتو ته راژباړل شوي دي، په ټلويزيون كې ايراني فلمونه، سريالونه او سندرې يوه غټه فيصدي جوړوي، چې په راډيوګانو كې هم دا اصل محسوس دى. حال دا چې دغه كار زموږ د اصيل افغاني كلتور پر هويت سيورى اچولى او موږ يې ژغورنه غواړو.
ښاغلي رهين ته د كرزي له خوا د سيد جمال الدين افغان افتخاري نښان په دې نوم وركړل شو، چې ډېر فرهنګي خدمتونه يې كړي دي، خو موږ حيران يو، چې كوم خدمتونه؟؟؟ ښاغلى كرزى دې مهرباني وكړي، يوځل دې خپل ولس ته مراجعه وكړي، نه يوازې په كابل، بلكې په اكثرو ولايتونو كې دې د رهين په باب پوښتنې وكړي، چې څومره كسان ورڅخه خوښ دي؟
د نورو ژبو تر منځ ستر توپير كوي، مثلاً كله چې د ده كوم دوست مري، د هغه لپاره سترې غونډې او سيمينارونه جوړېږي، كتابونه ورته چاپوي، د هغه په اړه په خپله وزير ليكنې كوي، خو كه علامه پوهاند اكاډميسين استاد عبدالشكور رشاد مري، چې ټول فرهنګيان يې په غم كې وينې ژاړي، اوسنى وزارت يې په كيسه كې هم نه كېږي، جنازه له كابل څخه كندهار ته وړل كېږي، د دې وزارت يو عادي مامور هم نه ورسره ځي، چې دغه كار د ملت پر زړه يو ستر داغ پرېښود، دغه كار يې يو ستر ثبوت دى، چې وزارت يې پر مړينه ځان ناګاره اچولى دى، يا هم ورباندې خوښ شوى و، چې داسې توپيري چلند يې ورسره وكړ.
دغه وزارت د پښتو خپرونو د ثبت او راجسټر پر وخت ستونزې پېښوي، كله چې ښاغلي محمديار غوښتل چې ښكلا مجله راجسټر كړي، په اړونده شعبه كې ورته كاركوونكو ستونزې پېښولې، يوه او بله پلمه يې كوله، كله چې موضوع وڅېړل شوه، يوه كاركوونكي وويل، چې وزير امر كړى، چې د محمديار چينل ته دې مجلې نه راجسټر كېږي، حال دا چې دا وزارت په دې برخه كې هېڅ ډول حق هم نه لري، ځكه چې ټولو ته بايد په يوه سترګه وګوري. بله دا چې د وزير شخصي دښمني به له پښتو او پښتنو سره وي، په دې دښمنۍ كې حق نه لري، چې قانون تر پښو لاندې كړي.
موږ د قانون د هرې مادې درناوىكوو، منو يې او پلي كول يې غواړو، د ډيموكراسۍ په رڼا كې د خپلو حقونو اعاده غواړو، دغه راز له ښاغلي عبدالحميد مبارز سره هم خپله خواخوږي څرګندوو، چې په ډېر درنښت سره يې خپله استعفا وړاندې كړه. چې ښاغلى مبارز د ښاغلي رهين وروستى قرباني و. ",ښاغلى رهين اوس څوك لري؟
1681,,"
د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومي ١٠
کابل : د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتر څخه په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې راغلي دي چې د هند په سمندر کې تر زلزلې وروسته پېښ شوي ناورين ته په پام سره به د افغانستان بيرغ د مرغومي له ١٢ مې نېټې چې د جنوري لومړۍ نېټه کيږي تر درو ورځو نيم ځوړند وي .
افغان ولسمشر حامد کرزي په دغۀ بيان کې له ټولو هغو هيوادونو او کورنيو سره د خپلو هيوادوالو له اړخه خواخوږي ښوولې ده چې په دغې زلزلې کې ځپل شوي او خورا لوى زيان يې ليدلى دى .
د دسمبر په ٢٦ مه نېټه د اندونيزيا يوۀ ټاپو ته نژدې په سمندر کې د شوې زلزلې له امله توغياني شوي سمندري څپو په لسو اسيايي او يوۀ افريقايي هيواد کې نژدې ٩٠ زره انسانان وژلي چې دغه شمېره لا هم پسې مخ په پورته کيدو ده .
",د اسيا د زلزله ځپلو لپاره به افغان بيرغ نيم ځوړند وي
1682,محمد زيب منتظر,"
وطن
دا وطن زمونږه تن دی
تن مو ځا ر تر دى وطن دی
ده کې موږ خپوړې کړې
دا مو کوردا مو مد فن دی
تل تور مخئ او سرټيټي
تښتيدلی يې دښمن دی
په خاطر د ازادئ يې
موږ منلی ګور، کفن دی
دجنت تر شنوباغو يې
ښکلی د ښت، کوه او دامن دی
دا وطن د پښتنو دی
د غيرت او ننګ مخزن دی
26/3/1989
تاشکند- ازبکستان ",دا وطن د پښتنو دی
1683,محمد اياز _ خوست,"
ښاغلی محمد اياز د تخنيک اکاډمی څخه فارغ او په عربى اماراتو ابوظبى کې په يوه شرکت د تخنيکي ورکشاپ مسؤل و ، اوس د افغانستان د خوست ولايت ستون شوی او هلته اوسيږي .
د ١٩٨٥ کال څخه را په ديخوا يې د يوى داسې بې مصرفه توليدي بريښنا د کشف لپاره چې نفتو، غازو، لمر، هوا او روانو اوبو ته هيڅ ضرورت ونه لري خپله لومړى پدى کار باندى ما زياتې تجربې کړي دي .
ښاغلي محمد اياز بېنوا خپرنيزي څانګي ته په راليږل شوي ليک کي د خپل کار په اړه داسي ليکلي دي .
١_ لومړى تجربه مې په کال ١٩٨٦ کې وکړه چې ١٠ فيصد کاميابه شوه په عربى اماراتو کې په ورکشاپ کې.
٢_ دوهمه تجربه مې په کال ١٩٩٢ کې وکړه ٢٠ فيصده کاميابه شوه په عربى اماراتو کې په ورکشاپ کې.
٣_ دريمه تجربه مې په کال ١٩٩٨ کې وکړه ٣٠ فيصده کاميابه شوه په عربى اماراتو کې په ورکشاپ کې
٤_ څلورمه تجربه مې په کال ٢٠٠٠ کې وکړه ٥٠ فيصده کاميابه شوه دغه تجربه مې په خپل کور کې وکړه.
٥_ پنځمه تجربه مې په خپل کور کې په کال ١٠-٩-٢٠٠٤ کې وکړه چې ١٠٠ فيصده کاميابه شوه.
وروستۍ تجربه مي په خپل کور کې د يوې کوچنى نمايشى دستګاه په واسطه تر سره کړه . تجربه نه دا چې ١٠٠ فيصده بريالى شو. بلکې د بى مصرفه بريښنا د توليد په تخنيک کې به د يوه بى سارى او ګټور بدلون را مينځته کيدو ته لاره خلاصه کړه دغه خوصوصيات د بى مصرفه بريښنا د توليد دستګاه په لاندى ډول خصوصيات لري.
١_ د دستګاه د جوړه ولو ټول مصارف (١٥٠٠٠٠٠) افغانۍ کيږى .
٢_ نفتو، غازو، هوا، لمر، او روانو اوبو ته هيڅ ضرورت نه لري .
٣_ د ستګاه سلو کورونو ته د ضرورت په اندازه د بريښنا توليد توان لري .
٤_ دستګاه (١٠٠٠) جريبه للمى ځمکې د ابى کيدو توان لري .
٥_ دستګاه د افغانستان په هر کنج او کنار کې د جوړيدو امکان لري .
٦_ که چيرى دستګاه په مناسب مصرف سره جوړه شي لويو ښارونو ته د بريښنا د توليد او هر ډول اړتيا د پوره کيدو توان لري .
٧_ دستګاه وروسته له جوړيدو څخه په لږ تخنيکي بدلون څو چنده د بريښنا توليد زياتولاى شى .
٨_ که چيرى د دستګاه لپاره هر څه اماده وي په څلورو ساعتونو کې بسته کيداى او د بريښنا د توليد لپاره اماده کيداى شي .
زما د ژوند يوازينى هيله او ارمان د بې مصرفه بريښنا توليد ته لاره خلاصول و، ما له ١٩٨٥ کال راهيسى تر نن پورى د سختو اقتصادى مشکلاتو ډول ډول خطراتو سره سره کوششونه وکړل تر څو راته ګرانو افغانانو لپاره او هم د ټول بشريت لپاره او هم راتلونکى نسلونو لپاره د خدمت سبب وګرځم دا چې نن ورځ زما يوازينى ارمان، زما افتخارات او زما د کلونو کلونو زخمتونه حتى زما ژوندنوموړي د ستګاه ته د پېسود نشتوالۍ له امله د خطر سر مخامخ ده .
که چيري تاسو زما سره د دې دستګا د جوړولو او د هغې د ماليې تحويلولو په برخه کښي مرسته کولای شئ دا به مو زما سره غټه همکاري او مهرباني وي .
يادونه : هڅه کوو د ښاغلي برېښناپوه انجنير محمد اياز سره په خوست کي اړيکي ټينګي کړو .
بېنوا ويبپاڼه به ژر د نوموړي کار په اړه وروستي مالومات او پته خپاره کړي . ",افغان برېښنا پوه _ د وړيا توليدي برېښناکشف
1684,,"
د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو له مخي د اندونيزياد سمانتراټاپو ته څېرمه د سمندر په زړه کي دشوي زوروري زلزلې له کبله په يو ستر بشري ناورين کي د وژل شوي کسانو شمېره 125000کسانو ته رسيږي او دا شمېره ورځ په ورځ زياتيږي
دسمندرد طغياني څپوله امله اندونيزيا، سريلانکا، هند او ټايلنډ ته تر ټولو ډير زيات بشري تاوان اوښتی دی .
دې زلزلې چي د ريختر په کچه 8.9 اټکل شوې په اسيا او افريقاکي نږدې 12 هيوادو ته ستر مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي
اندونيزيا لمړی هيواد دی چي د وژل شوي کسانو شمېر ئې تر 81900 کسانو اوښتی دي
ورپسې سريلانکا ده چي د وژل شوي کسانو شمېر ئې تر 26500 کسانو اوښتی ،هند په دريم کتار کي دی چي د بشري ناورين شمېره ئې تر 8000 کسانو پوري رسيږي ،ورپسې تايلنډ دی چي وژل شوي اتباع ئې 2600 کسان دي ،همدارنګه په سوماليا کي 124 کسان ، په برما کي 97 کسان ،په مالديپ کي 69 کسان ،په مالزيا کي 65 کسان ، په تنزانيا کي 10 کسان ، په بنګلديش کي 3 کسان او په کينيا کي 1 کس وژل شوی دی
ديادوني وړ ده چي په دې ناوري کي په زرګونو غربي سېلانيان هم لادرکه دي او په لسګونو وژل شوي دي چي د هغه جملې څخه د امريکا ، جرمني ، سويډن ،برتانيا، فرانسې ، ناروې، ايټاليا ، سويس او اسټرليا اتباع شامل دي
د امريکا د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړي چي په ناورين ځپلو سيمو کي د امريکا څه کم 14 کسان وژل شوي او څه دپاسه 3000 اتباع لادرکه دي جرمني او سويډن هم د سلګونو اتباعو د ورکيدو خبر ورکړی دی
ملګري ملتونه وايي د ناورين ځپلو سره د عاجلو مرستوبهير څمره چي ښاېې همره ګړندی نه دی او لا زياتو مرستو ته اړتيا شته ، تر اوسه ملګرو ملتونو د 561 مليونو ډالرو مرستي د بيلابيلو هيوادو څخه تر لاسه کړي دي چي زياته برخه ئې نړيوال بانک ورکړې ده ",په اسيا کي د سمندري زلزلې له امله د وژل شوو کسانو شمېر 125000ته رسېدلی دی
1685,,"
د ١٣٨٣ مرغومي ١١
کابل : افغان ولسمشر حامد کرزي امنه افضلي د ځوانانو د وزيرې په توګه نومولې ده . دا په دې ډول د افغانستان د کابينې دريمه ښځينه وزيره شوه .
اغلې افضلي په پيل کې د ځوانانو د چارو لپاره د ولسمشر د ځانګړې سلاکارې په توګه نومول شوې وه . خو د ولسمشر کرزي وياند اوس وايي چې اغلې افضلي ته د دغۀ وزارت د ترتيبولو او جوړولو چارې سپارل شوې وې .
دغه چارې ترسره شوي او ولسمشر دا د وزيرې په توګه نومولې ده . اغلې افضلي په دې ډول د کابينې ٢٨ مه غړې شوه .
په کابل کې ځينې په دې باور دي چې دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې په کابينې کې درې ښځې ځای شوي دي .
په يوې بلې پرمختيا کې فاطمه ګيلاني د سرې مياشتې ريسه ټاکل شوې ده .
دغه راز ولسمشر کرزي ډاکټر رنګين سپنتا د بهرنيو اړيکو په برخه کې خپل سلاکار نومولی دی . ښاغلی سپنتا په يو شمير راديويي بحثونو کې د ښاغلي کرزي پر نوي حکومت نيوکې لرلې او ويل چې ګواکې د دوی په وينا يوۀ قوم ته ډيره ونډه ورکړل شوې ده .
",د کابينې بله غړې زياته شوه
1686,,"
د ١٣٨٣ کال د مرغومي ١١
کابل : د فرانسې د دفاع وزيره Michele Alliot-Marie د افغانستان پلازمېنې کابل ته رسيدلې او غواړي چې د نوي ميلادي کال لمانځنې په دغۀ هيواد کې له فرانسوي سرتيرو سره وکړي .
په افغانستان کې ١١٠٠ فرانسوي سرتيري شته چې د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو تر قوماندې لاندې د امنيت په ټينگولو کې مرسته کوي .
پرون کابل ته له رارسيدو سملاسي وروسته ميرمن ميرې کندهار ته لاړه . هورې د فرانسې ٢٠٠ سرتيري ځاى پر ځاى دي .
د نوي کال د لمانځنې لپاره دا بيرته په کابل کې ده چې دغلته له ٩٠٠ فرانسوي سرتيرو سره لمانځنې وکړي . دا به په کابل کې له افغان چارواکو سره هم وويني .
",د فرانسې د دفاع وزيره نوى کال په افغانستان کې لمانځي.
1687,,"
",
1688,,"
د ١٣٨٣ کال د مرغومي ١٢
کابل :
د بېنوا وېبپاڼه خپلو کتونکو ته د نوي ميلادي کال ٢٠٠٥ مبارکي وايي .
موږ په هيله يوو چې دغه کال ټولو نړيوالو او په تېره افغانانو ته د سوکالۍ ، نيکمرغۍ او سولې زيري ولري . ",٢٠٠٥ زېږنده کال مو نيکمرغه سه
1689,پوهاند ډاکټر عبدالحی نظيفي _ اطريش ( استريا ),"
پوهاند ډاکټر عبدالحی نظيفي
زه د نورو سره د جلا آباد نه پيښور خواته روان وم په بس کې د هر چا څيره نيولې او په مخ کې يې د غم او خفګان نښې په ډاګه معلوميدې او په ښکاره معلوميدل چی زياتره دبدې ورځې پاکستان ته ځي او غواړي چی لږترلږه څوورځې د ډزو،بيوسۍاوبی پردې والي د پاکستان په نم جنواو تنګو کوڅوکې تيرې کړي .په دې جمله کی يوه نوې ناوې هم وه چي د خپلې کورنۍ او ميړه سره پاکستان ته تلله . ما د دوی نه پوښتنه وکړه چی تاسو راته يو څه نابلده او وراخطا ښکارئ د کوم ځای نه راغلی يئ ؟ هغه چی نوی واده يې کړی و او دژوند خوږو ته په تمه و او راتلونکی ژوند يې د نن نه وروسته په کړاوونوکی ليده په ځواب کې وويل چی زمونږ کور په کابل کی و اود د واده په شپه زمونږ په کور راکټ راپريوت چې زما او زما د ميرمنې ارمانونو ډک ژوند د غمواو سرګردانيوسره شروع شو.
زما زړه هم ډير نری شوخو خپل زړه مې راټينګ کړ او خبرو ته مې داسې دوام ورکړ چی غم او ښادي د يوې سکې دوه مخونه دي،د واده ورځ هم دنورو ورځو غوندې يوه ورځ ده،که غم نه وای ښادي به نه وای او که ښادي نه وای نو غم به هم نه وای او په دې ډول ما غوښتل چی دوی ته ډاډګيرنه او تسلي ورکړم او دوی به هغه په غم بدل شوی د خوشالۍ د محفل بېلي بېلي صحنې بيانيولې او ما غوښتل چی د دوی پام د ژوند بلې خواته راواړوم او د دوی د مخی هغه د ډاره ډکه فضا بلې خواته شي او دوی ته د راتلونکی په باب يو څه د ډاډ او اطمينان خبرې وکړم خو زما زړه هم د دوی غوندی شين او کوم خاصه اميدواري مې نه درلودله .
په هم دې ډول زمونږ بس د تورخم خواته نژدې کيده او زما زړه د وطن نه د بيلودلو په اثر د دوی نه د خفګان خواته روان و او دا به زړه ته راتلل چی دوی به هم زما غوندی د وطن د کاڼو او بوټو د ليدلو په ارمان شي او هغه څوک چی کاڼي او بوټي يې په مونږ دوزخ ګرځولی وپيژني . ما په داسې حال کې چی خپل فکرونه مې بل ځای و دوی ته می داسې خبري کولې چی ګوندی پام يې بدل شي او ددې غمجن حال نه يې پام بل خوا شي ،تورخم ته ورسيدو په تورخم کې هر چا کوښښ کاوه چی خپل ورسره کالي د ځانه سره واخلي اودتورخم د تش په نامه سرحد نه چې د يوبدن په منځ تيره شوې ليکه ده تير شي .
ما هم دا کار وکړ او ګورم چی دروازه بنده او څوک نه پريږدي،د پاکستان رشوت خواره پوليس چی په دنيا کې نوم لري ولاړ وو نه يې د چا خبرې ته غوږ نيوه او نه يې څوک پريښودل هر چا کوشش کاوه چی يو څه پيسې په خوله کې ورواچوي او ځان هغې بلې خواته تير کړي يو څوټګان هلته او دلته په کونجو کې ولاړ وو اوخلک به يې هڅول چی دوی به په موټر کې په غيره لار بوزي خو دسړي په سر يې دوه سوه روپۍ اخيستلې چی دا يو بيوزله مهاجر دپاره ډيرې دي .
برسيره پر دې به يې خلک د شلمان په لاريو يو څه په موټر کې بيول او نور به يې په نيمايي لار کې خوشې کول او ورته به يې داسې ويل چی اوس نيم ساعت لار پاتی ده حال دا چی د درې ساعتونو ډيره پياده لار لا پاتې کيدله د مړې او واده والا نه خو به يې هډو دوچنده درې چنده روپۍ غوښتلی د کوچنيانو، مريضانو او ښځو حال خو څښتن تعالی ته معلوم و . دې ټګانو د خلکو مجبوريت ته کتل او خپل مردار نس به يې ډکاوه او په تيره خو هغه تنکۍ ناوې چی د پښو نکريزې يې د شلمان په غرو کی پاته شوې زما د زړه نه وځي او هر وخت راپه ياديږي ظلم په هر نوم چی وي ظلم دی . او دظلم نه ځان خلاصول اسلامي او افغاني دنده ده چی په ګډه سره د ظلم په مقابل کی ودريږو چه زمونږ پيغلې ،نجونې ناوې ، زړې او ځوانې ددې تکليفو او عفتۍ نه خلاصې شي . په غربي نړۍ سرحدونه ورکيږي او په افغانانو دروازې بنديږي او هر څوک په دې هڅه کي دي چي زمونږ په زخمونو مالګه و دوړوي .
نو راځئ چی د يو څو پلورلو عناصرو لاس لنډ او د هغوی په رسوا کولو کی هاند وکړو او د ګران افغانستان ناوې چی په ټولو رښتيانيو افغانانو يې ساتنه او پالنه حتمي ده ،دا ناوې چی ښايست يې د هر چا زړه وړی او د لاجوردو رڼا نه يې اسمان د لاجوردو په رنګ ښکاري ،د ياقوتو سرې رڼا يې د ځوان او زوړ زړه وړی زمردونه يې ټولو نباتاتو شين ښکلی رنګ اخيستی او دا ناوې يې ښايسته کړی او ارغوان يې داسې عطر شيندي چي ساری يي نه شته او د پاريس مصنوعي عطر ورته نه شي رسيدلی ددې ناوې په ميز د هرات سل ډوله انګور د قندهار انار چی هره دانه يې د لعل حيثيت لري او د بغلان او لغمان د وريژو نه يي ښه خواراکونه، د موريو او نورو ښکلو غاليو نه يې غولی فرش دی او په غوجل کې يې د بزکشۍ بی ساري اسونه ولاړ دي په انګړ کې يې داسې سيندونه بهيږي چي آيشارو نهاو جړوبي يې مړي ژوندي کوي ،خربوزې او بادامو ته يې حتی د حشراتو زړه په ګوګل کې نه پاته کيږي او حملې پرې کوي، د پسرلي په مياشتو د خوشبويه ګلانو او ميوو د خوند او عطرونه يی افسانې جوړې چی د ژمي په اوږدو شپو کی ويل کيږي چی د صفت د پاره يې د اوړي شپې لنډې دي .
نو ای غيرتي افغانانو ! دا دوطن ناوې بې عزتۍ او بې حرمتی ته مه پريږدئ ددي ناوي بی عزتي زمونږ بی عزتي او بې آبرو بي ده .بايد تر هر څه لمړی د وطن د ناوې او پسول درناوی وکړای شي .
",نــــــــــاوکـــــــــۍ
1690,,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٢
کابل : د افغانستان د استخباراتو چارواکيو په پلازمېنه کې خبريالانو ته وويل چې دوى په دغۀ ښار کې د دوو پخوانيو چاودنو په تړاو دوه کسان نيولي دي .
په دغو نيول شويو کسانو کې يو تن د گاونډي هيواد تاجکستان استوگن دى چې ظاهرآ يې په پېښور کې د القاعدې د يوۀ غړي په همکارۍ د کابل په نوي ښار کې د ٢٠٠٤ کال د اگست په ٢٩ مه لويه چاودنه وکړه .
په هغې چاودنې کې نهه کسان وژل شوي و . ",په کابل کې د چاودنو په تور د تاجکستان يو استوگن نيول شوى
1691,,"
په نيويارك كې د ارواښاد علامه استاد رشادبابا په ياد غونډه كيږي
د امريكا په نيويارك ښار كې د ارواښاد علامه اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد بابا په ياد د قران كريم د ختم تر څنګ د يوې پرتمينې غونډې تابيا شوې ده، چې ورته د امريكا او شا و خوا سيمو څخه افغان فرهنګيان راځي.
ټاكل شوې ده چې دا ختم د روان ميلادي كال د جنورۍ پر۸ مه، چې د ۱۳۸۳ل كال د مرغومي پر ۱۲ مه نېټه وشي ، چې تر ختم وروسته به يوه پرتمينه غونډه وشي او د استاد په ياد به ليكل شوي شعرونه، ليكني او څېړنې ولوستل شي، د دې غونډې لګښت او نوښت ديو فرهنګ پال افغان او د رشاد بابا يو خواخوږي تور جان بوستاني (لوي اغا) پرغاړه اخيستى دى.
په غونډه كې به ښاغلي عبدالباري جهاني،محمدمعصوم هوتك ، عبدالطيف جان بابی ، ډاکټر عبدالحی نيازي ، حافظ کرزی ، حداد صاحب ، ډاکټر رحيم عزيز ، ډاکټر احمد شاه احمد زی ، عبدالقادر هوتک ، حبيب مايار وردګ ، سيد حسن پاچا ، عبدالکريم حليمي او نورې مشهورې څېرې ګډون كوي.
د غرمنۍ تابيا هم شوې ده.
د ټول اروپا مېشت او اسيا مېشت افغان ليکوالو څخه هيله کيږي که چيري د همدې غونډي لپاره خپلي مقالې يا پيغامونه راليږل غواړي نو د بينوا ويب پاڼي د اړيکو پر پته دي راوليږي
يادونه : د مراسيمو پيل د سيميز وخت د غرمې پر يوه بجه ټاکل شوی دی او د تالار پته په لاندي ډول ده :
World Fair Marina Rstrnt: 1 Worlds Fair Marina Flushing, NY 11368
Tele No : 718-898-1200
دمعلوماتو لپاره د بېنوا ويب پاڼي د اړيکو په پاڼه کي د ټيلفون پر شمېرو په تماس کښي شی
",په نيويارک کي د رشاد بابا غونډي ته بلنه
1692,,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٣
کابل : له کندهار څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې په کوټه کې پاکستاني چارواکو ٢٥ تنه افغان حاجيان نيولي دي .
دوى په دې تور نيول شوي دي چې پاکستاني پاسپورټونه ورسره و .
افغان حاجيان وايي پاکستانيانو دوى ته بلنه ورکړې وه چې د دوى له خاورې حج ته ولاړ شي .
حاجيان وايي دوى ته ويل شوي و چې د پيسو په بدل کې به يې ټول اسناد چمتو وي .
يو شمېر هغه افغانان چې په خليج کې کار روزگار کوي د افغان پاسپورټ د لنډې مودې او د گرانې بيې له امله اړ شوي چې پاکستاني پاسپورټونه په ناقانونه توگه د پيسو په بدل کې ترلاسه کړي .
په دې وروستيو کې همدې ستونزې ته په پام سره د پاسپورټونو لپاره د افغانستان مسوولې ادارې د افغان پاسپورټ موده پنځه کالو ته اوږده کړې ده او وايي لگښت به يې د يوۀ کلنې مودې هومره وي چې له هيواده دباندې ١٠٤ امريکايي ډالره ده .
",پاکستان ٢٥ افغان حاجيان نيولي دي
1693,ډيوه,"
سبا ( يکشنبه ) د مرغومي په ١٣ او د جنورۍ په دوهمه نېټه په لندن کې د ارواښاد علامه رشاد په ياد د ليکوالانو ، شاعرانو او د ارواښاد د شاگردانو يوه غونډه کيدونکې ده .
د لندن په لويديځ کې ترسره کيدونکې دغه غونډه د هغې ادبي کړۍ يوه بله ناسته ده چې په تېرو څو کلونو کې يې د افغانستان د ادب ځينې وتلې څيرې په پرله پسې توگه يادې کړي دي ",لندن کې ياد غونډه
1694,حکمت الله حکمت _ سويډن,"
افغا نان ملي پخلا یني ته اړتیا لري نه غچ ا خیستني ته !
حکمت الله حکمت _ مالمو سویډن
٢٩_ نومبر _ ٢٠٠٤
پدې کي هیڅ شک نه شته چی افغانان د نړۍ د ډیرو زوریدلو ملتونو دجملې نه دي چي ددرو ورستیو لسیزو په اوږدو کي يې د سرو لښکرو دظلمونو ، د گا و نډیو هیوادو د دښمنانه سیاستونو ، دسړې جگړې د کش ماکشونو او بیا په پردیو پوري دتړلو کیڼ اړخه او ښی اړخو کورنیو گوندونو او ډلو ظلمونو گا للی دی او اوس يې هم گالی.
دنورو تر څنگ دې غمیزي دوه لوی علتونه درلودل چي یو يې کورنی او بل يې بهرنی وو :
بهرنی علت _ زموږ هیواد دخپل جیو پولیتیک موقیعت له مخې تل د لویو قدرتونو د پام وړ و . د همدې کبله وه چی سړه جگړه چې د بر لین ددیوال په جوړیدو شروع شوي وه زموږ په هیواد کي د پخواني شوروي د لښکرو په گونډه کیدوه سره سر ته ورسیده . پدې تو گه سړه جگړه ختمه شوه ولي زموږهیواد لا تر اوسه دنړیوالو د پامه ندی غورځیدلی.
کورنی علت_ دسیاسی گوندونو هغه غلط سیاست چی د بهرنیانو پر لاس جوړیدی او بیا زموږ په هیواد کې د کیڼو او ښیو افراطی گوندونو په سلسله دپر دیو د گټو دساتلو لپاره د ایدیولوژي او یا مذهب تر نامه لاندي عملي کیدی . دغه ډلو د هیواد په دننه او بهر کی ما تی خوړلی خوهره یوه ئ په ټولنه کی د پام وړ نفوذ لری چی په کار نده دپامه وغورځول شي ځکه د هغوی بیا استعمال د پردو په لاس ممکن کار دی.
په پورتنیو دواړو علتو کي د افغان رول د عمل داجرا کونکي په توگه څرگنده دی.
اوس دا پوښتنه را پیدا کیږي چي ولي موږ افغانانو دخپل ټاټوبي سره ددومره میني سره سره بیا هم ورسره دومره جفاوي کړیدي؟
زه ددې پوښتنی جواب داسې څرګندوم .
موږ افغانان تر ځان دنورو سره ډیره مینه لرو ، تر خپل مورني خواږه هیواد دبل هیواد سره دمذهبي ، قومي ،ژبني ، ایدیولوژیکي او یا بل پیوند پر اساس ډیره خواخوږي لرو.
پورتنیو علتونو موږ افغانان په خپلو کي نه یواځي ویشلي یو بلکي یودبل په وړاندي يې دښمنان کړي هم یو.
ددې ټولو نا خوالو سره سره موږ افغانان ملي یووالی او ملي پخلایني ته په اوسنی وخت کی تر بل هر وخت زیاته اړتیا لرو. ددې اړتیا دپوره کولو لپاره باید موږ لاندي ټکي د ملي پخلایني او ملي یوالي د بیا را منځ ته کیدو لپاره د افغاني ملي نورمونو په توگه ومنو او پر ځان يې عملي کړو:
دپردو سره دوستانه خو د افغان سره د ورورۍ داړیکو غوره کول .،
دپردو گټوته درناوی خو خپل د هیواد گټو ته د لمړیتوب حق ورکول.،
یو بل ته د تیرو نا خوالو نه تیریدل او بخښنه خو دنورو مخ نیوی کول.،
د خپل منځي کشما کشونو حل په افغا نی چوکاټ کي نه د بهرنیانو په لاس.،
د ولس له خوا د ټا کل شوي ولسمشر او د هغه دراتلونکي حکومت سره دهیواد په بیا ودانولوکي گټوره ونډه اخیستل نه د تخریب کونکي سیاسي مخالف موضع غوره کول.
زما دا وړاندیزتاسو ته دیو افغان ورور په توگه دی نه دیو نصیحت کونکی په توگه، ځکه نو دگرانو مشرانو افغاني وروڼو او خوندو نه د بخښني په غوښتلو سره خپله لیکنه پای ته رسوم!
څنګه چي داليکنه بېنوا خپرنيزي څانګي ته ارواښاد علامه رشاد بابا دوياړ څخه د ډک ژوند په وروستۍ شپه رسيدلې وه ، خپرول يې د ارواښاد استاد د غم او وير د ماتم په مناسبت وځنډيدل ، هيله ده ښاغلی ليکوال مو عذر ومني . په درناوي : ",افغانان ملي پخلايني ته اړتيا لري . . . . !
1695,محمد زيب ( منتظر مسيد) کندهار,"
يوارمان
د نارام زړګي مې بيا ارام ميـــــــــــــــنده شو
چې مې يار راغی تر څنــــــګه مې ويده شو
می دمينې يې د شونډو جـــــــــــام کې راکړ
پرهارو لره درمـــــــــــــــــــــل زما د زړه شو
انديښنې،غم او خــــــــــپګان راځينې لاړل
خوشالي کړلاس را اوږد ، وچ مې ليمه شو
د رقيب خوله يې ورډکه کړه له خـــــــــــاورو
جوړپه کور يې وير،ماتم شو ،څومره ښه شو
هرخزان پسې پــــــــــــــــــــــسرلی راځي وګړو
هرچې غم ته شو تســـــــليم ،څومره ساده شو
منتظربه نورشکوه له ژونـــــــــــــــــــده څه کا
يو ارمان يــــــــــــــې و په زړه کې چې پوره شو
١٣٦٩_٢_١٧
کابل
",جوړپه کور يې وير،ماتم شو .....
1696,محمد زيب منتظر مسيد ( کندهار ),"
مرور شهيد
اي د ميړاني ،غيرتي او سرلوړي ولس مېړنيه شهيده!!!
ښه مي په ياد دي ..
پداسي حال کي چي خپلي هيلي اواوميدونه،
خپلي دزړه ټوټي اولادونه ،
او ددنيا واړه خوښي او خوشالي دي تر شا پريښودي وي،
د وچي ډوډي ګوله او غوټه پياز به دي په ملا پوري تړلي ؤ،
څيري جامي،
وچي چاودلي شونډي،
ايبلي پښي،
ببره ږيره،
اووږي ،تږي به
په اغزنو لارو،
په غرو رغونو،
دښتو، بيديا وو کي،
لالهانده روان وې
ترڅو به دي ځان دهغه غليم سره د جګړي او جهاد له پاره،
توده مورچل ته ورساوه ،
چي په نړۍ کي يي د ځواک مخه هغه چا هم نه ليدله ،
څوک چي نن ځان د ټولي نړي واکمن ګڼي.
هوکي
پداسي حال کي چي په څيره کي به دي
دميرويس نيکه او ستر احمد شاه بابا
د غيرت، ميړاني ،ننګ او وطنپالني،
نښي نښاني له ورايه په ځليدو وي،
سترګي دي نه پټيدي،
خوب او ارام نه در ته
دخپل غليم سره د مقا بلي په انتظار کي به
په شپو ،شپو په مورچل کي ناست وې
د وطن پيغلو او ځوانانوبه
دتا په ميړانه او غيرت ناز او وياړ کوه،
ته به يي يه بدلو کي يادولي،
ستا يه ليدو به يې د غليم په وړاندي
د جګړې او مبارزې لپاره په زړونو کي
نوی ځواک او قوت مونده
دوطن او ولس دخپلواکۍ او ازادۍ په لاره کي به يې
د سرښندني جذبه او احساس
په ولولو اوپه څپو راتلل
نه مي هيريږي
د تا په زړه کي
د غليم د توپو نو، ټا نکونو ، راکټونو،الوتکو او ....
ويره او ډار نه ؤ
تا ته هغه کمزوري او نا توانه ښکاريده
ته به د هغي مخي ته د تبرګي ، مچوغني ، ډبرو
او هغه ټوپک سره ولاړ وې
چي د خپل ميړني پلار او نيکه نه درته په نيکات (ميراث) پاتي ؤ
هوکي.
ته په رښتيا تر غليمه ځواکمن او زورور وې
تا هغه څه درلودل
چي ستا غليم يي تصور هم نشو کولاي
له تا سره د پلار او نيکه غيرت،ميړانه او ننګ مل ؤ
تا ټينګه عقيده او ټينګ ايمان درلوده
له تا سره د ميړاني ولس دعاګاني ملګري وي
دکونډو،رنډو او يتيمانو
پريادونه او زګيروي دي مل ؤ
ته په دي پوهيدې چي
دوطن دخپلواکۍ او ازادۍ ناوې
درته سترګي په لارده
تا ته پته وه چي
ته د ابدي وياړلي ژوندانه په لور روان يې
او د فردوس جنت پريښتې درته
د ګلو ګيډۍ په لاس ولاړي دي
ځکه خو دي ګامونه هم تر غليمه ګړندي ؤ
ته چي نه دي موټر پيژنده
نه دي په شا پسي ځان ساتونکي ګرځيدل
نه دي څوکۍ او قدرت ليدلي ؤ
نه د بنګلو او قصرونو خيا ل ؤ درسره
نه په سياست بلد وې
اونه خودنورو امتيازونو او مادياتووږی وي
بس يو فکر، يوخيال ،يوه انديښنه ،
يوه هيله او يوارمان دي په زړه کي درلود
چي هيواد او ولس دي
دخپل واک څښتنان وي
دپلار او نيکه په وياړلي خاوره دي
دپردو د ناولو پښو ګردونه پرينوزي
شمله دي ټيټه نه شي
اودسيالانو د پيغور نه شي
ځکه خودي دخپل خوږ زړګي ټوټې ،
خپل خوږ ژوند،
خپل ټول هغه څه
چي نورودهغو د تر لاسه کولو لپاره
دخپل ورور،خپل وطنوا ل په مري چاړه کيښوده،
هغو ته د رسيدو په خا طر يې
دهيڅ ډول ناراوااو غير مشروع چارونه دريغ او ډډه ونه کړه
تا د خپل وطن او ولس نه ځار او قربان کړل
دشهادت جام دي په سر پورته کړ
او ګام دي دوياړلي ابدي ژوندانه او جنت په درشل کي کيښود
هوکي.
ته ظاهرا ژموږ له سترګو پناه شوې
له څنګه مو ليري شوې
خو سپيڅلی روح دي
موږيوازي او ګوښي پرينه ښود و
هغه لا نن هم زموږ سره دي
زموږڅارنه کوي ،
زموږ ساتنه کوي.
پربرياوو مو خوښي او خوشالي کوي
په ناکامي او برمرغي مو پريشانه کيږي او اوښکي تويوي.
اې غيرتي شهيده!
ښه راته پته ده چي لږ ګيلمن غوندي يي،
ته مرور يي رانه،
چي ولي مو دتا په لحد څلي ندي جوړ کړي ؟
ولي ورباندي زيارت نشته؟
ولي مو په هغه جنډي ندي ځړولي؟
ولي مو په ځينو هغو کسانو، څلي او زيارت جوړ کړي ؟
پري مو جنډي ځړولي دي ،
چي له تا سره هيڅ ډول اړيکي او ورته والي نلري،
د په وينو د ګټل شوي وطن ،
د کنډوالو کيدو او ويجاړيدو لامل شول،
دهغه ټوټي ،ټوټي کيدل او ويشل يي غوښتل.
د تا د سر په بيه د خپلواک شوی ولس،
د وژني ،ځوريدني،توهين او تحقير لامل شول.
د تا دوينو د مدعيانو سره په يوه دسترخوان کينا ستل،
ستا دوطن او ولس د نيکمرغي اوسمسورتيا يې ورسره سودا وکړه.
ستا د سپېڅلي جګړې او جهادپه نوم يي سوداګري اوتجارتونه وکړل
ځانونه يي ستا دلاري او مبارزي پيروان بلل
خو ستا د وياړلي نوم او مقام سپکاوي يي کوه.
اي د ولس شهيده!
هوکي ،غږ دي اورم
چي رانه د ناهيد پوښتنه کوي ،
چي د خپل افغاني پت او ناوس د خوندي ساتلو او ژغورلو په خاطر يي
ځان له پنځمه پوړه لاندي راوغورځولو،
او ستا په لوري درغله.
دهغي مور رانه پوښتنه کوي،
چي د لور په پت او ناموس يى تيري شوي او لوټ شوي ؤ،
اوله ډيره غمه اوشرمه يي ځان وواژه.
ته رانه پوښتنه کوي
موږ هغوته کوم مقام او کوم لقب ورکړي؟
ياد ونه يي کوو که نه؟
په قبر يي ژاړو که نه؟
څلي پري شته ؟
جنډي پري رپي که نه؟
اي غيرتي شهيده !اي غيرتي شهيده!
ته له موږه مروريږه مه!
رانه ګيله مه کوه !
مخ رانه مه ګرځوه!
اوږدي جګړي ،
دسرووينو لښتيو،
دکونډو رنډو،يتيمانو پريادونو
له موږه هر څه ګډوډ کړي دي.
په سترګو کي مو اوښکي نه دي پاتي چي په تا وژاړو،
په پښو کي مو دم نشته چي دتا تر زيارته درشو.
هغو ګناهونوچي رانه شويدي،
سترګي يي راله ړندي کړي دي
کله کله د تور اوسپين ،
ښواو بدو،حق اوباطل تر منځ توپير هم نشو کولاي.
دشهيد مانا او مفهوم يي هم رانه گډ وډ کړيدي.
سرلوړيه شهيده!
ته راته په غوسه کيږه مه!
راته لارښونه وکړه،
راته هدايت وکړه،
پوه مو کړه،
راته ووايه ،
راته څرګنده کړه،
راته تعريف وکړه،
چي موږ چا ته دتا دلاري پيراوان ووايو؟
په چا باندي زيارت جوړکړو؟
دچا په لحد جنډي وځوړوو؟
اوپر چا وژاړو؟
پدي هم ښه پوهيږم ،
چي تاته زمونږ ډير کارونه اوکړه وړه،
عجيبه غوندي ښکاري.
چي موږ څه کوو؟
څه غواړو؟
خوته حيرانيږه مه!
ډير شيان تاته ځکه عجيبه غوندى ښکاري،
سر دي پرى نه خلاصيږي،
چي هغه وخت چي تا د غليم په وړاندي،
د ولس او وطن په خاطر جګړه اوغزا کوله،
هغه بل وخت ؤ
هغه شلمه پيړي وه،
ارزښتونه نور ؤ،
ګټي نوري وي،
وياړني نوري وي،
حالات نور ؤ،
اوسيا ست بل ؤ.
اوس وخت بدل شوي دي.
يوويشتمه پيړي پيل شويده
ارزښتونو،
ګټو،
وياړنو،
حالاتو اوسياست بدلون کړيدي.
نن ستا هغه غليم چي،
چي ستا په خاوره يي تيري کړي ؤ،
دتا تورسري يي کونډي اوبوري کړي،
ستا ماشومان يي يتيمان کړل،
وروڼه يي در له ووژل،
وطن يي درلي ويجاړ کړ،
له هغه ګوزاره چي تا ورته په سر ورکړ،
دتل لپاره له منځه تللي دي
د بشريت د تاريخ يوه ترخه خاطره ،
توره دوره اوتور ټکي ګرځيدلي دي.
خو له بده مرغه چي هغه وخت،
دهغه په له منځه تللو سره ،
ستا د ولس او وطن په غليمانو کي لږوالي نه راغي.
خپله وينه ،خپل بچيان او خپل وروڼه دي
دپردو په لمڅون ، درته غليمان شول.
د تا دلاري ځيني ملګري درته غليمان شول.
ستا دزيارت او مقام يي سپکاوي وکړ.
څلي يي درله ويجاړ کړ،
جنډي يي درله څيري او سوزولي.
هغه غليم چي تا يي په وړاندي جګړه کوله ،
دتا په وينو يي لاسونه سره ؤ،
نور نو غليم نه ګڼي ،
ورسره يي نوي ،نوي ياراني جوړي کړي،
په دوستي يي وياړي او هغه د ځان نيکا ت او ميراث بولي،
دتا دوينو بيه ورنه نه غواړي،
ورنه مننه کوي.
هوکي .
اى ميړنيه شهيده!
ښه پوهيږم ،
ستا هيله او ارمان لا ندي پوره شوي،
ته لږ غمجن غوندي يي،
ته لا ځوريږي!
ته لا نن هم ويني ،
چي ولس دي ،وطن دي،
تر پايه د بدمرغي له پنجو ندي خلاص شوي،
لا ورته ډير مزل په مخکي پروت دي.
ډير کږليچي اوپيچومي په مخه کي شته چي بايد ورنه تير شي،
ډير څه بايد هير کړي ،تر څو مراد ته ورسي.
ته وينى چى لا نن هم ځيني ليوان شته ،
چى ستا د بچيانودوينوته تږي دي.
هغوى وژني ،
ژوبلويى،
ځوروي او کړويې،
تحقيروي او توهينويى.
اى ميړنيه شهيده!
ته ځوريږى پدې چې
لا نن هم هغه ولس
چى تا يى د نيکمرغۍ او خپلواکى لپاره
ځان ځار کړ،
کړاوونه دى وګالل،
ستونزى دى په ځان ومنلى،
په يوه خوله ندي.
په يوه نغري نه سره کيني،
په خپلو مينځو کى تربګني کړي.
پردي راځي او دوى سره په يوه ځاي راغونډوي،
دوى د پردو مني خو د خپلو نه مني
ته خوږمن پدې يې چى،
د تا وروڼه او بچيان لا تر اوسه ددى وس نلري،
درک او احساس نلري،
چى خپل مسايل او خپلي مرڼي (جنجالونه) او ګيلى ،
په خپله حل کري.
خپل برخليک پخپله وټاکي.
خپل درد لره پخپله درمل شي،
د ولس ګټى پر خپلو ګټو غوره وګڼي.
هوکى!
ځينى کسان چى ځانونه ستاد لارى ملګري او پيروان بولي،
لا نن هم په خپل نيلي سپاره دي ،
وطن ا و ولس يى هير دى،
يوا زى خپلو ګټو ته ګوري،
دهغه مقام په قدر نه پوهيږل اونه پوهيږي چى ته يى لرى.
دوي له ابدي ګټو نه دونياوي ګټو ته ترجيح ورکوي.
بنګلى او ماڼۍ غواړي
موټر خوښوي،
په ځانونو پسى په لسګونو ځان ساتونکي ګرځوي،
د خپلى جګړى او جهاد بدل او مکافات پدى پاني دونياګى غواړي،
لقب اوامتيازات غواړي،
هغه ژمنى او لوزونه چي ",مرور شهيد
1697,,"
",
1698,بېنوا خپرنيزه څآنګه ( ماسکو),"
د افغانانو ژوري اندېښنې
(بېنوا _ د ماسکو خبريال )
په دې وروستيو وختونو كي مو په ډيري خواشينۍ سره خبر تر لاسه كړ، چې يو تن افغان، ليس خان د رييس خان زوي د ۱۹۷۵ع كال زوكړی، د روسيې د فدراسيون په هغه زندان كې چې د بهرنيو هيوادونو اتباع پكې، د قانون نه په سر غړوني سره ور ته د روسيې د قضايې چارواكو د پريكړو سره سم، د منځمهالي او يا اوږد مهالي مودې سزا ټاكل شوې وي، او وروسته بيا هلته د خپل بند سزا تيروي، په حق رسيدلی دی.
انا لله و انا اليه راجعون.
خدای بخښلي ليس خان، په هغه زندان كې، چې د مسكو له ښار نه د ۵۰۰ كيلومترو په شا و خوا كې په ليري واټن پروت دی، په زندان كې د چاپيريال د خرابي وضعي او د خوړو او روغتيايې خرابو شرايطو له كبله ناروغ شوي و، او د دغه زندان په اړوند روغتون كې د څه مودي راهيسي د علاج لاندي و، د ۲۰۰۴ع كال د نوامبر په دويمه نيټه، د ور پيښي ناروغي له كبله، له دی فاني نړۍ څخه سترګي پټي كړې.
د ليس خان د خواشينوونكي مړيني په خبر سره، په مسكو كې دافغان سوداګرۍ مركز رييس او ټول افغانان ډير زيات غمجن او انديښمن شول او د نورو ناروغو افغان زندانيانو په هكله يې خپلي ژوري انديښنې څرګندي كړې.
په مسكو كې د افغان سوداګرۍ مركز، په لومړي سر كې ، د ممكنه وسايلو له لاري او همدارنګه، د ځينو مخورو شخصيتونو په مرسته، په مسكو او په افغانستان كې د نوموړي د خپلوانو او دوستانو په لټه كې شو. كله چې يې د خپلوانو او دوستانو پته و نه لګيده، بيا يې سمدلاسه، يو دري كسيز پلاوی، (د افغان سوداګرۍ مركز غړی، محمد طاهر شينواری، په مسكو كې د افغانانو د جامع جومات يو ملا، محمد انور عثماني او همدارنګه عنايت الله) وټاكه، چې دغه زندان ته لاړ شي او د هغه خداي بخښلي جنازه خاورو ته وسپاري.
ويل كيږي، چې دغه زندان ته تګ هم څه آسانه كار نه دي. هغه څوك چې دغه زندان ته د پايوازي په توګه د خپلو عزيزانو د حال تپوس ته ورځي، بايد د روسيې په فدراسيون كې د استوګنې قانوني اسناد په لاس كې ولري او همدارنګه، د روسيې د فدراسيون د عدليې وزارت د اړوندي ادارې څخه ليكلې اجازه نامه هم په لاس كې ولري.
د افغان سوداګرۍ مركز دغه ټاكل شوي پلاوی، په مسكو كې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوي سفارت په مرسته د عدليې له وزارت نه د اجازه نامې د تر لاسه كولو وروسته، د هغه سفارت د يو تن استازي په ګډون، څو ورځي مخكي د يو ټكسي موټر په سپرلي، د شپي په ۳ بجو له مسكو نه د دغه زندان په لوري چې د (مردويا) په نامه ياديږي، وخوځيد او د ورځي د يوي بجي په شا و خوا كې هلته ورسيد.
دغه پلاوي، هلته د اداري چارو له سر ته رسيدو څخه وروسته، سبا ته د هغه خداي بخښلي جنازه، د اسلامي شريعت له احكامو سره سم، خاورو ته وسپارله . د هغه د جنازې په لمانځه كې د سوماليې، تاتارستان او تاجكستان او افغان زنداني ناروغانو، چې د دغه زندان په روغتون كې تر علاج لاندي وو، ګډون كړي و.
د دغه پلاوي له خوا، په نوموړي روغتون كې افغان زنداني ناروغانو او په جنازه كې نورو گډون كوونكو او همدارنګه، څه د پاسه ۳۰ تنو افغان زندانيانو ته چې په زندان كې يې د بند سزا تيروله، د افغان سوداګرۍ مركز له خوا، يوه اندازه خوراكې توكې او نور د اړتيا وړ شيان، په جنازي پسي د خيرات او زندانيانو ته د مرستي په توګه وويشل شول، چې د هغه ارواښاد اروا ته د ټولو له خوا د بخښني دعاګاني وشوې او له ليږل شوي پلاوي څخه، د نورو ناروغانو په استازيتوب ولي، جواد محمد حسن، د زړه له كومي مننه څرګنده كړه.
د دغه پلاوي په وينا، جواد محمد حسن، ډير زيات ناروغ او مرګوني حالت درلود، چې د خپلي ناروغۍ له كټ نه د جنازې د مراسمو د سرته رسولوي تر ځاي پوري، چې ډير لږ واټن يې درلود، په ډيرو ستونزو سره وخوځيد، او د جنازې په لمانځه كې يې برخه واخيسته.
د دغو ناروغانو په ډله كې د هيواد يو نامتو اديب او شاعر، محمد عزيز تحريك هم ډيره موده، د دغه زندان په روغتون كې تر علاج لاندي و، چې اوس لږ څه ښه شوي او بيرته زندان ته بيول شوي و. او ليږل شوي پلاوي، و نه شو كولاي، چې هغه له نژدي څخه وويني.
محمد عزيز تحريك، د يوي كورنۍ كوچنۍ شخړي د پيښې له كبله، د ۲۰۰۱ع كال له پيل څخه په دغه زندان كې د بند سزا تيروي او د هغه د روغتيايې حالت او ژوند په هكله د روسيې په فدراسيون كې او د همدارنګه، په هيواد او له هيواد نه بهر، ټول فرهنګيان، فرهنګپالان او علمي او ادبي مركزونه او د هغه دوستان، ډير زيات انديښمن دي.
د عيني شاهدانو په وينا، عزيز تحريك، د زندان په دغه روغتون كې څو ځله د علاج لپاره بستر شوي او وروسته بيا زندان ته ليږدول شوي دي.
ويل كيږي، چې د (مردويا) په زندان كې، د ليس خان خواشينوونكې مړينه، لومړنۍ پيښه نه ده . په تيرو وختونو كې هم هلته د زندان د بدو شرايطو له كبله، چې مخكې يې يادونه وشوه، ځيني افغانانو د سختو ناروغيو له كبله خپل ژوند له لاسه وركړي دي.
په مسكو كې د افغان سوداګرۍ مركز يو تن مسوول وويل، چې د دې مركز له خوا، د دغه ډول بلهاريانو (قربانيانو) د خپلوانو او دوستانو سره، په خپل وخت مرستي شوي او جنازي يې يا هيواد ته ليږدول شوي او يا خو دلته په پرديسۍ كي خاورو ته سپارل شوي دي.
د افغان سوداګرۍ مركز ليږل شوي پلاوي، يوه ژورناليست ته د خبرو په وخت وويل، چې د دغه زندان، ناروغه زندانيان د خپل ژوند او برخليك په هكله ډير زيات انديښمن دي. هغوي د روسيې له دولتي چارواكو څخه دا هيله لرله، چې د هغوي د بند پاتي موده و بښل شي او د دي په ځاي، چې د هغوي مړې د زندان له روغتون څخه وايستل شي، ښه به دا وي، چې له دغه زندان څخه ژوندي ووځي او خپل علاج په نورو روغتونونو كې په خپله وكړي.
دغو ناروغو زندانيانو، ليږل شوي پلاوي ته ويلي دي، چې موږ ناروغه زندانيان، د قانون نه د سر غړوني له كبله، د بند د تيرولو په سزا محكوم شوي يو، او د قانون احكامو، يوازي زموږ آزادي سلب كړي ده . خو په زندان كې د خراب چاپيريال اوخراب خوراك له كبله، موږ خپله روغتيا له لاسه وركړې او په حقيقت كې په مرګ محكوم يو. كه څه هم د دغه زندان د روغتون ډاكټران او نور كاركوونكي زموږ د علاج په برخه كې ډيري زياتي هلي ځلي كوي، خو دغه روغتون، د دي امكانات نه لري، چې زموږ په شان په سختو ناروغيو اخته زندانيانو، بشپړ علاج وكړي شي.
ويل كيږي، چي په دغه زندان كې د سل يا توبركلوز ناروغي، په پراخه كچه خپره ده.
د روسيې په فدراسيون كې، د افغانستان د اسلامې جمهوري دولت د لوي سفارت سر چينې وايې، چې د سفارت له خوا نه، په دي وروستيو وختونو كې، د روسيې د دولت له قضايې چارواكو څخه د هغو زندانيانو په هكله، چې په دغه روغتون كې ېې علاج شونتيا نه لري، په رسمي ډول د دي غوښتنه شوي، چې د دغه ډول زندانيانو د بند پاتي موده وبخښل شي. خو په مسكو كي كتونكي او شنونكي په دي باور دي، چې د روسيې د دولت دغه چارواكې، په قضايې ادارو كې د زاړه بيروكراتيك سيستم د شته والي له امله، كيداي شي په نژدي راتلونكي وخت كې د دغه سفارت وړانديز ته، د (هو) ځواب و نه شي ويلي.
په مسكو كې د افغان سوداګرۍ مركز او نور سياسي او ټولنيز افغان شخصيتونه او فرهنګي كړۍ، د بشرې حقوقو د اصولو سره سم، د روسيې د فدراسيون له قضايې چارواكو څخه په كلكه د دي غوښتنه كوي، چې د روسيې د فدراسيون په ټولو زندانونو كې دي د انساني خواخوږۍ له مخي، د دغه ډول نا علاجه ناروغو افغان زندانيانو د بند د پاتي مودي د بښلو او د هغوي د آزادولو په هكله، ډير ژر خپلو اړوندو ادارو ته اوامر صادر كړي.
همدارنګه، د افغانستان د اسلامي جمهوريت له اړوندو چاروكو او د نړيوالو بشري حقوقو او ملګرو ملتونو څخه په كلكله غوښتنه كيږي، چې د دغو زندانيانو د ژوند د ژغورلو لپاره بيړنۍ هلي ځلي وكړي.
",د روسيې په فدراسيون كې د افغان زندانيانو د ژوند په هكله
1699,,"
",
1700,ذبيح الله خوګياڼی _ کليفورنيا,"
غږ په ما کړه
ای د زړونو خريداره غږ په ما کړه
د مين زړګي کراره غږ په ما کړه
پټه مينه مي په زړه کښي بار د ربه
ای د ميني طلبګاره غږ په ما کړه
زه د ميني بتخانه زه يې مسجد يم
ای د ميني پرستاره غږ په ما کړه
زه د ميني ترانه او افسانه يم
ای د ميني غزلخوانه غږ په ما کړه
د يارانو محبت مي زړه امو کړ
ای د ميني کشتی رانه غږ په ما کړه
د يارانو د جفــــــا تيغ يم وژلۍ
ای د ميني غليمداره غږ په ما کړه
زه ذبيح د عاشقۍ په دام نښتی
ای د زړونو مدد ګاره غږ په ما کړه
ای د زړونو خريداره غږ په ما کړه
د مين زړګی کراره غږ په ما کړه
د شاعر لنډه پېژندنه :
ښاغلی ذبيح الله خوګياني د ١٣٥٧ کال د ميزان د مياشتي په څلورمه نېټه د کابل په ښار کښي سترګي نړۍ ته پرانيستلې .
تر لسم ټولګی پوري د خپلي کورنۍ سره په کابل کښی مېشت او د له وړوکتوبه يې د پوهي او زده کړي سره مينه لرله .
د ١٣٧٥ کال په سر کښي دې پاکستان ته مهاجر شو. خو هلته يې هم خپله مينه توده وساتل ، او خپلو زلميو افکارو ته يې د شعر جامې ور واغوستلې .
په پېښور کي لسم ټولګی ته شامل شو ، او د دوولسم ټولګی څخه د فارغيدو سند يې هملته تر لاسه کړ . .څلور کاله يي د طب د درس سره يو ځای انګريزي هم زده کړه .نوموړی په پښتو او دري ژبو ليکل لوستل کولای شي ، او همدا ډول يې په دواړو ژبو کي شعرونه هم ويلي دي ، يوه شعري ټولګه يې همدا اوس د چاپ لاري څاري .
ښاغلی ذبيح الله خوګيانی اوس د امريکې د کليفورنيا په ايالت کي د خپلي کورنۍ سره يوځای هستوګنه کوي . ",غږ په ما کړه
1701,خالدهادي (حيدري),"
خالدهادي (حيدري)
نيويارک ، متحده ايالات
د روان لمريز كال، د ليندۍ د مياشتې يوولسمه د ارواښاد علامه پوهاند عبدالشكور رشاد د مړينې هغه توره نېټه ده، چې د ملي ماتم د ورځې په څېر ده، چې ټول لر او بر افغانان يې وكړول او تر پايه به يې نه هېروي. ګران استاد، په داسې حال كې له موږ څخه جلا شو، چې ګران هېواد مو د بېلابېلو تربګنيو او ګډوډيو ښكار دى او د ځينو جګپوړو چارواكو په ګډون زيات نور كسان د وسلو او پيسو په زور په ولس خپلې غوښتنې مني، چې دا څېرې به خپل دغه بدرنګ كار ته نور هم دوام وركوي. ګران استاد د خپل ژوند څو لسيزې د خوار، زار، كړېدلي او دردېدلي افغان ملت خدمت ته وقف كړې، چې تر وروستۍ سلګۍ پورې يې په دې ډګر كې صادقانه خدمت ترسره كړ او ملت به يې هم دا خدمت نه هېروي، د ده له خوا راپاتې په لسګونو اثار د دې خبرې پخلى كوي. خو د استاد پر مړينې، د ملت خواخوږيو، اوښكو او ژړاګانو دا خبره نوره هم څرګنده كړه، چې استاد د خلكو په زړونو كې ژوند كاوه، د خلكو لپاره و، د خلكو په زړونو كې به ژوند كوي او په خلكو پورې به اړه لري. خو د غم او وير په دغو خواشينوونكو مراسمو كې د دولتي چارواكو، نه ګډون بيا د دولت د مور و ميرې چلند ښه زبات كړ. د وير او غم د مراسمو پر لومړۍ ورځ چې په كابل كې ترسره شوه، يوازې د ګوتو په شمېر چارواكو ګډون كړى و، چې موږ ېوازې انورالحق احدي، ښاغلى ارسلا، برهان الدين رباني او نور... يادولاى شو، چې خپل شتون يې تر يوه ځايه څرګند كړ. د استاد رشاد په ياد د خواشينۍ د مراسمو پر لومړۍ ورځ د اطلاعاتو او كلتور وزارت ځينو چارواكو هم ګډون وكړ، كله چې ښاغلى رهين د روغتون غولي ته راننوت او د مراسمو سيمې ته نژدې كښته شو، خپل موبايل يې راوكېښ چې د كابل ټلويزيون چارواكي خبر كړي، هغوى راشي او دا مراسم عكاسي كړي، حال دا چې د ټلويزيون درې تنه كاركوونكي له وړاندې هلته ناست وو. دغه وزارت بايد د دغو مراسمو ټولې چارې سمبالولاى، بايد چې له بهر څخه يې د ځينو فرهنګيانو د راتګ سمبالښت كولاى او دغه راز يې نور امكانات هم برابرولاى، خو د وزارت چارواكي يوازې يو څو شېبې هلته تم شول، نور نو پر خپله مخه لاړل. حال دا چې دا وزارت د كابل ښاريانو شورا لري، چې په هره غونډه كې يې د سلګونو كسانو د راتګ زمينه برابرېږي، ان چې زلمى خليلزاد هم ورته رابولي او په راډيوګانو- ټلويزيون او نورو رسنيو كې يې فعاليتونه خپرېږي، خو د استاد د مړينې اعلان لومړى د كليد راډيو له لارې خپور شو، چې يوه شخصي راډيو ده، د افغانستان راډيو يوازې پښتو څانګې خبر تېر كړ، بس. استاد د نفس له غرور نه برخمن انسان و، چې هېڅلكه يې هم دولتي چارواكو ته لاسونه اوږده نه كړل چې كوم كتاب يې ورته چاپ كړي، يا دې هم د كوم كتاب لپاره پانګه وركړي، همدا وجه وه چې زيات كتابونه يې ناچاپه پاته دي او په دغو ناچاپه كتابونو كې زياتره ډېر مهم هم دي، چې نن سبا يې چاپول ډېر ضروري ګڼل كېږي، اوسني وزارت خو نه كومه پښتو خپرونه لرله، نه يې كوم پښتو كتاب چاپ كړ او نه به يې د ښاغلي رهين په مشرۍ كې څوك څرك ولګوي، د ښاغلي رهين د واكمنۍ په موده كې دغه وزير د خپلو هغو ليكنو ټول مواد او پلانونه عملي كړل، چې په امريکاکي ئې په اميد اوونيزه کي خپرول،ده نه افغان غوښت، نه يې افغانستان، تر ځان يې د خپلې نظرې زيات ملګري هم راتاو كړي وو، چې د ده د نظريې او رايې پلوي به يې كوله، نو دا د ستم او تعصب لارويان كله د افغان او افغانستان په ګټه خبره منلاى شي، بيا د استاد علامه په څېر يو ملي خدمتګار خو به يې خامخا د سترګو اغزى وي. استاد به په ژوندوني هم له اوسنيو چارواكو سر ټكاوه، چې د دې ملت او هېواد په ګټه نه دي، په ځانګړې توګه يې د كلتور وزارت ياداوه، چې په رښتيا هم له تعصب او تربګنۍ ډك چلندونه به يې له تاريخ څخه هېڅلكه هم هېر نه شي. د كابل په مراسمو كې نه د دولت د رئيس پيغام ولوستل شو، نه د خواخوږۍ مراتب وړاندې شول، نه مو هم د كلتور وزارت له خوا كوم خپور شوى پيغام وليد. ځكه موږ ته خو هسې هم پته وه، چې د كلتور اوسنى وزارت يوازې يوې ځانګړې طبقې ته كار كوي او يوې ژبې ته ترجېح وركوي، چې دا يې د تېر درې كلن كار په اوږدو كې موږ ته څرګند شول. دغه وزارت څو څارنوالان هم ټېكه كړي وو، چې كوم ليكوال به يې خوښ نه و، نو سم له لاسه به يې په لاس وركاوه، يا به يې هم ورته دوسيې جوړولې، چې دا په دې نوې پېړۍ كې د وحشت يوه بېله ننداره وه، چې موږ وليده او نور نو څرګنده نه ده، چې د دغه وزارت په اډانه كې به كوم نور تبعيضونه سرونه اوچتوي. بله ورځ چې د استاد جنازه كندهار ته لېږدول كېده، د وزارت له خوا يو كس هم نه و لېږل شوى، لږ تر لږه يې چا يو تش پيغام هم ونه ليد، چې هلته يې په چا ولولي. يوازې ګل اغا شېرزي له لومړۍ شېبې تر كندهاره پورې د استاد له جنازې سره ملګرتيا كوله، چې په كندهار كې بيا د كندهار د والي او ښاروال، دغه راز نورو چارواكو منډې ترړې د يادونې وړ دي، چې هر راز همكاري يې وكړه. الله دې دوى روغ لري او دا زيار دې يې په صواب كې راشي. استاد يوازې د پښتنو نه و، چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت داسې چلند ورسره وكړ، استاد خو د پښتو تر څنګ په نورو ژبو هم كتابونه ليكلي، استاد خو په خپله ځان په قوم او قبيلې پورې منحصر نه ګاڼه، بلكې په ټول افغانستان او افغانانو پورې يې اړه لرله،دا كه د كلتور وزارت چارواكي افغانان نه ګڼي، بيا خو نو سمه ده. خو موږ وينو چې دلته بيا هم ځينې كړۍ استاد ته په پردۍ سترګه ګوري او په دې توګه يې خپل هويت او هدفونه څرګند كړل. الله دې استاد ته جنتونه ورپه برخه كړي، الله دې د ده نجيبې كورنۍ ته صبر وركړي او د استاد شاګردان دې ګړندي لري، چې وكړاى شي د استاد پر پله ګام كښېږدي او د ده ياد دې ژوندى وساتي . په کليواله پښتنه مينه ",د علامه رشادپه مړينه کي د کلتور وزارت د موراومېرې سلوک
1702,,"
پخلاينه له كابل څخه خپرېدونكې جريده ده، چې دا دى نهه اتيايمه ګڼه يې هم پر ليكه شوه، په دې ګڼه كې هم ځينې مهمې او له وخت سره برابرې ليكنې راغلې دي، چې مينه وال يې پر دې پته لوستلاى شي:
http://benawa.com/rasanay/pukhlayana
",د پخلاينې جريدې نهه اتيايمه ګڼه پر ليكه شوه
1703," جمال ناصر ""اصولي""","
ړوند بڼ مالياره بڼ در څخه وران نه شي هسې يې ساته چې ودان نه شي لكه نښتر په ژمي اوړي چې وي مسكا دې كاندي چې خندان نه شي عشق منظره غوندې وښكاريږي انځور ورښايه چې پښېمان نه شي مالياره ګوره يې لـه لرې څخه لـه بوى يې تير شه چې تاوان نه شي جام د ساقي واخلـه د لاسه نه مې هسې د زړه زربې ټكان نه شي هسې يې وساته د خلكو نه پټ چې دا د نن په څېر افغان نه شي ورته دا بر ګې كيسې مه اچوه چې ""اصولي"" د زړه زندان نه شي جمال ناصر ""اصولي"" ",ړوند بڼ
1704,عبدالباري جهاني,"
عبدالباري جهانيغزلچې لـه تندي يې د نصيب توري شړلي نه ديدا لېوني د بل وطن دي زموږ د كلي نه ديد تورې شپې پر تندي مه ګوره ړانده فالونهچالـه كنعانه تعبيرونه اورېدلي نه ديلـه راز ونيازه سره ډېرې كيسې ستړې شولېدې كوه طور ته لا تراوسه څوك ختلي نه ديپه اشارو لكه قدم د لارې حال وايمهپر دغه لاره چې څوك تللي دي راغلي نه ديجلاد به نه وايي د تورې ژبه نكل كويچې دې مقتل ته څوك راغلي دي وتلي نه ديډېرې به اوښكې تر ګرېوانه پورې ورغړويشهيدې شناختې يې لا شمعې پېژندلي نه ديپه هر منزل كې به كفن د ""جهاني"" يادوېلا مې پردېس خوبونه شپو ته درلېږلي نه دي ",غــــــــــــــــــــــــــــزل
1705,فضلهادي فضليار,"
غزلپرېږده ستا په سينه خور لكه ټيكرى شمدا د غيرو خللكو سترګوكې اغزى شمستا لومړۍ خندا شپېلۍ د اسرافيل وه يو ځل بيا وخانده شا باس چې ژوندى شمسپيلنى يم خو د ښكلو وچكالي دهربه! يو ښكلى پيداكړې چې لوګى شمسل ګيلې او زر غوښتنې مې وې زړه كېخو چې تا ته درنژې شم نو ګونكى شمد ماشوم غوندې مې نور غيږ كې وانه خلېراځه ته غيږې ته راشه چې زلمى شم ",غـــــــــــــــــــــــــــــزل
1706,رحمت شاه رحمت,"
غزل عشق چې په كې نه وي هغه زړه نه دى بې لـه ياره هسې ژوندون ښهنه دى نن راته اغيار د اشنا حال وايي څه خو يې په زړه كې دي بې څه نه دى خوب او خندا نه لرم ژړا كوم دومره خو هجران او بېلتون ښه نه دى زړه سورى سورى لكه بادام لرم وګورئ عالمه د كاته نه دي ولې رحمت شاه نه ته په شا درومې خير كه لېونى دى خو لېوه نه دى ",غـــــــــــــــــــــــــــــــزل
1707,سقيم اشنا,"
سقيم اشنا غزل ګودر نه پېغلـه لـه ربابه مونغمه تللې ده مينه لـه زړونو لـه ګلابه مو وږمه تللې ده بېړۍ د كبر او غرور به د هغې غرقه كړي د زړه لـه بحره مې د آه يوه څپه تللې ده نيمګړى هار يې په ګردونو باندې زوړ غوندې شو ګوره هغه لا د لونګ په بهانه تللې ده ماشومې هيلې مې د زړه ورپسې تل ژړېږي د ارامانونو د سردار مې جنازه تللې ده ""سقيم"" غزل به يې خالي مقام ته سر ټيټوي چې لـه محراب څخه يې پېغلـه فرشته تللې ده دده ",غــــــــــــــــــــــــــــــــزل
1708,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ١٤
کابل : د ډورنډ له کرښو څخه په رارسيدلي يوۀ خبر کې ويل شوي دي چې د پاکستاني پوځونو او افغان سرتيرو ترمنځ په يوه نښته کې يو پاکستانی پوځي وژل شوی دی .
پاکستان دعوه کوي چې د دوی پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د متحدو ايالاتو د يوۀ بې پېلوټه الوتکې پاتې شونې پلټل چې دغلته لويدلې وه .
افغان سرچينو دا دعوه رد کړې او وايي سرتېرو هغه وخت پر پاکستانيانو ډزې وکړې چې د ډيورنډ له کرښې ورواوښتل .
پاکستان وايي دوی په ځواب کې پر افغانانو ډزې کړي دي خو کوم ځاني زيان يې نه دی اړولی .
",افغان ځواکونو پاکستانی پوځي وژلی دی
1709,غفور لېوال _ انډيانا_ امريکا,"
زلزله
او ځمكه ريږدي
څپې الوزي
دخلكو لو دى
لكه قيامت، موراو زوى نه پيژني
دخداى ( ج ) پر ځمكه څه بلا پريوتې
چې خلك يو دبل دغوښو بوى نه پوزې نيسي
طبيعت په لوبه بوخت دى
خلكو كبان نيول خو نه وو خبر
چې دطبيعت په يوه لوبه كې به
كبان په دوى ماړه شي
كله چې زمكه دالله (ج ) دبندګانو تر پښو لاندې راوڅرخېده
لويانو چيغې كړې :
يارب
يا بګوان
يا عيسى ....بودا.... موسى راورسيږئ ...
خوماشومان او ليوني پوه نه شول
چې چا ته پاس وګوري
دوى ډېر نېكمرغه وو چې نه پوهېدل
ځكه اول يې زلزلې ته كټ كټ وخندل او وروسته مړه شول
اسمان لا شين و
چا څه ونه ويل
دڅپو غږ كې چيغې ډوبې شوې
خنداوې پر اوبو لاهو شوې.
ښځې تر اوسه لا څپو ته ګوري
خو شپه تياره وي داوبو پر سر دهېڅ ماهيګير
دكوچنۍ بېړۍ څراغ نه ښكاري
په جوماتونو كې اذان
په مندرونو كې زنګونه نشته
دكليساوو صليبونه مات دي
خلك دلويو پانګه والو دخيرات په ډوډۍ
يو بل له ستوني نيسي
او ماشومان
لاهم په خټو كې دمړو ميندو له تيو څخه وينې روي
* * *
پر زمكه خلك ډير دي
څوك يې په جنګ څوك يې په اور كې سوزي
څوك زلزله كې تر اوبو او خاورو لا ندې ورك شي
او يوځل بيا بشر په دې پوهېږي
چې مرګ دكونډو يتيمانو غم وي
نه دهغو چې مړه شول
دمرګ غميزه لا ژوندۍ ده
دهندي او بنګالي ښځو له اوښكو سره لوبې كوي
خو ها چې مړه شول په دې نه پوهيږي .
* * *
يو ليونى د ونې ښاخ كې ناست و
ونه ولاړه وه دخټو منځ كې
او ليونى لكه مرغه په كې ژوندى پاتې و
ليوني وژړل او ويې خندل
او بيا يې داسې وويل :
په دې دنيا كې به لا اوس هم چېرته جنګ روان وي
اوځينې خلك به دځينو خلكو وينې غواړي
دا دى طبيعت ورسره مرسته وكړه
طبيعت ډېر ووژل
نو اوس كېداى شي
جګړه ماران ماړه وي
او جګړه ودريږي ....
ليوني وژړل او ويې خندل
ونه ولا ړه وه
او دى لكه مرغه په كې ژوندى پا تې و.
",دهند په سمندركې دڅونامي زلزلې ۱۵۵ زره كسان ووژل
1710,عبدالغفور لېوال _ انديانا _ امريکا,"

1711,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي١٥
کابل : ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د سترې محکمې موقته جرګه ګۍ اعلان کړه . په نوي تشکيل کې لا هم مولوي فضل هادي شينواری د سترې محکمې مشر او قاضی القضات دی خو په لومړي ځل د پاضيانو په کتار کې يو شعيه عالم هاشم صالحي هم ځای شوی دی .
په نورو غړو کې فضل الوهاب، قيام الدين کشاف، سيد عمر منيب، عبدالرزاق مصمم، ثمرگل اشرف، مرادعلی مراد، محمد عظيم جليلی او محمد هاشم صالحی ياد شوي دي .
د افغانستان له اساسي قانون سره سم ولسي جرګه دا توان لري چې د سترې محکمې غړي تاييد کړي خو اوس چې ولسي جرګه لا نشته ولسمشر له خپل واکه کار اخيستی دی . ",د سترې محکمې موقتي جرګه ګۍ اعلان شوه
1712,نقيب الله اسد _ کندهار,"
نقيب ا لله ا سد : کند هار
بن لادن څوک دی ؟
اسا مه بن ﻻدن په ١٩٥٧ ميلا دي کال په سعودي عربستان کي زيزيدلى ـ بن ﻻدن د تجاراواد بن ﻻدن د اوﻻدي د کړۍ ددو پنځوسو حلقو څخه اوولسمه حلقه ده . اواد بن ﻻدن د همسايه هيواد يمن څخه سعودي ته راغلى و او د نوموړي کورنۍ اوس په عربستان کي د تعميراتي کارونو يو شرکت لري چي ددي هيواد د وتلو او منلو هغو څخه دى .
د اسا مه بن ﻻدن مور د هغه د پلار محمــــد بن ﻻدن د څلورو ښځو څخه يوه ده. د ځينو په اند هغه د سوريي ده خو ځيني نور بيا وايي چي هغه د فلسطين ده.
د بن ﻻدن پلار د الوتکي په يوه پيښه کي هغه وخت چي بن ﻻدن ١٠ کلن و، ووژل سو. بن ﻻدن ته په ميراث کي دخپل پلار د جايداد يوه برخه ور ورسيده. اسامه بن ﻻدن په ١٧ کلنۍ کي د خپلي کورنۍ د يوي سوريايي نجلۍ سره واده وکى. هغه په همدي وخت کي په جده کي د شاه عبدالعزيز په پوهنتون کي شامل سو. په پوهنتون کي د هغه يو استاد عبدا لله اعزام چي د يوي کلکي اسلامي نظريي خاوند و، و.
",(٢٠٠١ کندهار) بن لادن د خپل زوى د واده پر محال وليدل سو
1713,عزت الله ځواب _ جلال اباد,"
د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره لاس او ګرېوان شول .",دختيزې سيمې ليکوال اوژورنالستان دننګرهار
1714,,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٦
کابل : د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه نن د افغانستان د طبي کارکوونکو يو پلاوى د روغتيا د پخوانۍ وزيرې سهيلا صديق په مشرۍ کې د څونامې تر ټولو ډير ځپل شوي هيواد اندونيزيا ته خوځيدلى دى .
افغانستان به له دغو ډاکټرانو سره وينه هم ورکوي . دغه وينه کابل مېشتو ورکړې ده . د هند په سمندر کې تر زلزلې وروسته توغياني څپو چې څونامي بلل شوي نژدې ١٥٠ زره انسانان ووژل . ",افغانستان له څونامي ځپلو سره د مرستې پلاوى وليږه
1715,عصمت قانع,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ١٧
کابل : فرهنګي کړۍ وايي چې د کيسه ليکوال عصمت قانع د لنډو کيسو څلورمه ټولګه په پېښور کې چاپ شوې ده .
(( د منار خواته )) د ښاغلي قانع د ځينو خپلواو ځينو ژباړل شويو کيسو ټولګه ده .
ادبي کړۍ وايي چې تېر کال هم د ښاغلي قانع د لنډو کيسو يوه ټولګه (( ناوې پل اخله جګيږه )) چاپ شوې وه .
",د منار خواته
1716,,"
کلاس فرډينانډ د ٧٧ کالو په عمر په ډنمارک کې د جنوري په ٥ مه نېټه ومړو .
ارواښاد فرډينانډ افغانستان ته په لومړي ځل په ١٩٥٨ کال کې سفر وکړ . دۀ د دغۀ هيواد په سويل او ختيځو سيمو کې له کوچيانو سره اشنايي پيدا کړه .
ښاغلي فرډينانډ د افغاني کوچيانو پر ژوند ژواک ډيرې څيړنې وکړې . او ګڼ شمير کتابونه يې پرې وليکل .
",ډنمارکی مستشرق ومړ
1717,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي١٧
کابل : د افغانستان د سترې محکمې سرچينو منلې ده چې يو قاضي يې په پلازمېنه کې د اگست او اکتوبر په چاودنو کې د لاس لرلو په تور نيول شوى دى .
د قاضي نوم نه دى اخيستل شوى . خو ايله څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي سترې محکمې ته د نويو قاضيانو يو ليست خپور کړ . ",نوى نومول شوى افغان قاضي ونيول شو
1718,استاد سعدالدين شپون _ امريکا,"
د افغانانو د نيمي پېړۍ دوست ومړ
٦_جنوري _ ٢٠٠٥ ز
د افغانانو د نيمي پېړۍ خواخوږی ، د پښتنو د ترخو او سختو ورځو يار او د پښتنو د ژوند د تاريخ خوندي کوونکي کلاوس فرديناند د جنورۍ په پنځمه په ډنمارک کي ومړ .
کلاوس پسله مورګينستېرنه په ټوله اروپا کي د افغان پېژندوکي په حيث پېژندل شوی استاد و ، تر مرګ څو ورځي تر مخه يې خپل شاهکار د کتاب په بڼه چاپ کړی و.
د کلاوس نږدې کسان پښتانه کوچيان وو او په کابل کي به دده کور نه بهر ډير کله اوښان چو وو .
د کلاوس اتل چي تل به يې ياداوه ، د اکا خېل کوچيانو مشر ، مالک کاکو و .
ده ويل چي د مالک کاکو په شان هوښيار سړی يې نه په ختيځ کي ليدلی او نه په لويديځ کي .
ياد يې په خير ، ارواح دي يې ښاده وي او خدای خبر چي به دده ځای ژر ډک شي .
په درناوي
سعدالدين شپون
د امريکا متحده ايالات ",امريکا : د استاد سعدالدين شپون پيغام
1719,,"
د نوميالي ډنمارکي ختيځپوه او افغان پوه کلاوس فرديناندد مړينې له کبله
٢٠٠٥ ، د جنورۍ ٧
ډنمارک ، کوپن هاګن
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه ، په ډېرې خواشينۍ سره د نامتو ډنمارکي ختيځپوه او افغانپوه کلاوس فرديناندله مړينې خبره شوه .
فقيد کلاوس فرديناند د افغانانو د ژوند او په تېره بيا د پښتني کوچيانو د ژوند او ژواک په اړه ډېر مهم علمي او څېړنيز کارونه تر سره کړي دي . د هغه آثار او څېړنيز کارونه د افغانستان د ټولنيزو څېړنو او د کوچيانو د ژوند او ژواک او دغه راز د دودونو او رواجونو په اړه يې په زړه پورې څېړنې کړې دي او له همدې کبله د هغه مړينه د افغانانو لپاره او د افغاني علمي او کلتوري کړيو لپاره هم د ډېرې خواشينۍ وړ ده .
موږ په داسې حال کې چې د هغوی په مړينه د ژورې خواشينۍ څرګندونه کوو، کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړو او هيله څرګندوو چې د افغانانو او افغاني ټولنې په اړه د هغه د مهمو آثارو د ژباړې او چاپ کار ته ځانګړې پاملرنه وشي .
په درنښت
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه ",اروپا : د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې پيغام
1720,محمد نعمان دوست _ کابل,"
بې ځــــــــوابـــه
محمد نعمان دوست
دمني سړې سيلۍ له ونو پاڼې رژولې وې ، ساړه باد دهغوى لغړ او سپيره ښاخونه لکه زمو ږ ولس په خپلو منځو کې په جنګ آچولي وو . دکلي مشران دجو مات اخوا څنډې ته چېرته چې دباد مخه بنده وه ، پيتاوې ( لمر ) ته سره غوڼد ناست وو.خو مونږ لا د نن په سر ناتوا نه نه وو . په يخ مو پروا نه راتله ګرد خط مو ايستلى و او په منځ کې موورته چا ر مغز ايښي وو.
د مشرانو دخبرو غږ مو اوريد ، له خبرو نه يې خندا ډېره وه اونوره هم ډېريده . لو به مو بس کړه دهغوى په لور روان شو و ، مجيد ديواله ته جو خت ولاړ و ، ترپټولاندې سينې پورې ټينګ څه نيولي و، او دنورو خولې دهغه لورته له خندا وازې وې ،يوه غږ کړ : ښه نوکر يې موندلى دا وايه چې ډوډۍ خو در باندې نه پخوي ؟ بيا دخند ا هر شو ، ابل سر له پټو راو ويست : يو ځان شر موي او بل ... که ځوى واى بيا هم يوه خبر په تا څه سخته ده چې لور ځان سره ګرځوې ؟
مجيد ټولو ته وکتلې اوبيا يې غږ کړ : ګورئ ظالمانو ! زړونه مو نه خوږيږي ، څه ګلالي زامن مې وو ، خو چې دخداى رضا نه وه رانه وايې خستل ، په خپلو لاسونو مو راسره خښ کړل ، لور ا و زوى چا راښکلي او بيا زه خو ټوله زندګي کې ايکه يوه لور لرم او هغه هم دا سې لور ، مخ ورته له پټو راوويست ، هغې تورچنګ باڼه له سترګوو پورته کړل لمريې سترګې وه برېښولې په شوڼدو يې موسکا خپره شوه اوبېرته يې سر دپلار پر سينه کېښود ، ناست خلک ټول دهغه مظلوميت او ددې ما شومې ښکلا منتر کړل ، غلي کېناستل او مجيد مخ په کور روان شو .
د نرګس کوچنۍ پښې دتګ راتګ جوګه شوې او په ځينو کارونو کې خپل وس له مور سره مر سته کوله ، مجيد چې به کله دهغې په وړولاسونو کې لوټکه وليده رنګ به يې وغوړيد او سترګو کې به موسک شو .
نن شپه يې تر ډېره څنګ ته کېنولې وه ، سترګې څو ځلې خوب پټې کړې خو دده تر ې زړه نه مړېده بېرته به يې ويښه کړه .
اسويلى وويست ، ميرمن ته يې مخ راواړو : وطن کې نورې شپې نه تېريږي ، څه چې مو زده وه هغه ارزښت نه لري ، ته خبره يې زه سبا روان يم خو تا ته ايکي يو امانت پرېږدم ، منم چې له ما تا ته ډېره ګرانه ده خو بياهم ډېر اتياط پرې کوه بې ځايه لو بو ته يې مه پريږده هسې نه خداى نخواسته .... ستونې ډک شو ، په ويدو يې ښکل کړه او بيا خپل ځاى کې وغزيد .
سبا چې څنګه نرګس له خوب نه پورته شوه او دپلار په خالي کټ يې سترگې ونښتې ، په منډه مورته راغله ، هغې په اخوا ديخوا خبرو تېر ويسته.
. مورچې به يې کله ورته دکوم کار وويل ، د خاوند خبره ( ډېر اتياط پرې کوه .. ) به ورياده شوه بېرته به يې ورغږ کړ :ځه لورې ته کينه زه خپله ورځم ، ټو ل کارونه يې په خپل سر ا خستي وو ، خو ونه شوه دا څو مه ورځ وه چې کورکې خس خلاص شوي وو ، وړه لوريې له نورو کليوالو نجونو سر ه خاشاکو ټولولو ته وليږله ، تر ډېره ځايه يې ورپسې دبام له سر نه کتلې هغه له مخامخ غوڼدۍ واوښته .
زړه يې اوارډبيده ، غرمه شوه ، کله به بام ته وخته ، کله به يې دانګړ ورته ورمندې کړې ، دخاوند خبرې ذهن ته تلې را تلې ، بيا بام ته وخته په مخامخ غونډۍ يې سترګې نښلولې وې ،شيبه وروسته يو ډوب غږ دغونډې له سرنه راوا وښت ، په منډه له بام نه را ښکته شوه ، کله به بام او کله دروازې ته تله زمکې ځاى نه ورکو . دماسپښين داذان غږ شو بيا بام ته پورته شو ه دکلا شاته يې غږونه واورېدل په منډه را کوزه شوه لا دانګړ ورته نه وه رسېدلې چې دواړه پټې بېرته شوې .کليوال له کټ سره راننوتل دانګړ منځ کې کېښود . حويلى له ښځو ډک شو ، هغې دلور له مخ نه څادر پورته کړ ، ددواړو کوچنيو لاسونودبندونو پر ځاى يې سپينې لتې تاوې وې ، ديو ې سترگې ځاى يې پاغوندې نيولى و او بله سترګه يې پلستر وه .
چيغه يې کړ ه : نه دا زما لور نه ده ، دنرګس سترګې داسې نه وې ، داهغه نه ده اوله دې سره په زمکه راو لويده .
ښځې پرې را ټولې شوې ، يوې يې سر غيږ کې کېښود : ګوره خورې ! اوس هم دخداى شکر دى ، که په خپل وخت يې روغتون ته نه وى رسولې ترې خلاصه به وې ، هغه ښه شيبه غلې وه دخاوند خبرې په زړه را واوښتې يودم يې په کټ منګلې ښخې کړې ، زه به څه ځواب ورکوم هغه په ما ډېر سپارښت کړى و، وايي کنه څه ځواب ... ؟
ښځو يو بل ته کتلې ، ټولې غلې وې ، هغه يې له کټ نه لرې کړه نصيحتونه ورته پيل کړل .
دلور ليدل نورهغې ته دخوشالۍ خبره نه وه ، په ليدلو يې او ښکې بهيدلې ، نرګس هماغه شان بې هوښه پرته وه کله به يې غږ کړ : دا څنګه توره شپه ده ، ريکن ولګوۍ هيڅ نه وينم، دمور په زړه کې به لمبه تاوه شوه شونډې به يې په غاښ کړې بېرته به غلې شوه .
××××
مونږ ته دا حال له وطن نه را غلي يو کليوال ووې ، له دې پس مو هره ورځ په کورکې په همدې اړه خبرې کېدې ، نن مې بيا په دې اړه مور لګيا وه ، لا په همدې خبرو کې وو چې ور وټکېد ، يو بل ته مو وکتل خو سره و مو نه پيژ ندل ، دپاتې کېدو ټينګار مې وکړ ، هغه زما دمشر ورور دنوم پو ښتنه وکړه ، د حجرې ور مې پرانيست هغه وې زه دهاشم اوښى ( اخښی ) يم ، خورزه مې راو ستې شير پاوهسپتال کې بستر ده .
مورته مې دهغه په اړه ووې ، هغه ژر ووې زمونږ چې په کې بحث وو ، دهما غې ماما دى .
سودا مې نوره هم زياته شوه د چايو پتنوس مې وروړ، هغه ټوله کيسه وکړه ، نورجګيده ماوې نه، نن شپه به همدلته يې . هغه وې : دامو دويمه جمعه ده ، ايله اوس مو کور پيدا کړ ، ځمه هلته به رآته خور او خورزه دواړه په تمه وي نن مو خارجوي ، شپې ته همدلته را ځو .
هغه له حجرې ووت او زما سودا يې نوره هم زياته کړه ، دنرګس دکو چينوالي څېره مې سترګو ته وړاندې – وړاندې کېدله .
کورکې مې دهغوى دراتګ ووې او زه په منډه بازارته لاړم .
هغوى لا نه وو را غلي ، راتګ ته يې ټول په تمه وو ، دموټر له هارن سره سم د دروازې د زنګ غږ را غى ، په منډه ووتم ور مې بيرته کړ ، هغه حجرې ته لاړ او دايې مور له اوږې نه نېوله وه کورته يې دننه کړه کټ کې وغزيده سپينه پرده يې پرې اواره کړه، دې مې دمور پر اوږه سر کېښود ښه يې وژړل ، خو هغه لکه چې پوره په حال نه وه ، کله به يې بې منګلو لاسونه له له پردې راوويستل مخ به يې اخوا ديخوا واړو بېرته به غلې شو ه.
هغې دخپلې لور کيسه پيل کړه ، مشر ورور مې دنرګس له ما ما سره په حجره کې نا ست و، څو کرته به جګ شوم خو تګ ته مې زړه نه کېده بېرته به کېناستم هغې کيسه خلاصه کړه ماته يې مخ راواړو : اسده تا خو نرګس ليدلې وه ، او بيا يې په چيغه وويل دا هما غه نرګس ...
مور مې بيا ترې پوښتنه وکړه ، هغې ووې : دواړه لاسونه يې بندونو کې پرې سوي وو ، يوه سترګه يې وتلې ده ، خودا بله دخداى فضل ده ټپ يې جوړشوى سبا ترې پټۍ لرې کوي .
دچاى پياله يې کېښوده په مخامخ غټه هنداره يې سترګې نښلو لې وې ، ټول غلي وو، يوازې راډيو وه چې غږېدله .يو دم له راډيو ديوې امريکايي مېرمن اواز له ژړا سره راووت ، ټول ځير شوو ، ددې ميرمنې خاوند دکويټ په جګړه کې چېرته چې يورا نيمي وسلې کارول شوې وې ، برخه اخسته وه ددې دنوې پيدا شوې لور پر مخ دهمدغو يورانيمي وسلو ا غيز شوى و اوپر مخ يې دوه درې توردا غونه پيدا شوي وو.
هغې په ډېرې خواشينۍ او ژړه غونې غږ وويل : که سبا مې لور په هنداره کې خپل داغونه وګوري اورانه وپوښتي څه ځواب به ورکوم ؟.
دنرګس مور په اوتر نظر نرګس ته وکتلې او بيا يې مخا مخ هندارې ته سترګې واړولې ولړزيده ، دنرګس په سينه يې سر کېښوداوداسې چيغه وويسته چې دټولو پښې يې سستې کړې .
١٣٧٨ – ٩-١٨ – کابل دفتح الله کلا ",""" او داسي چېغه يې وويسته چې د ټولو . . . "" "
1721,عبدالله احسان,"
عبدالله احسان _ هالنډ ٦ _ جنوري _ ٢٠٠٥
په اسيا کې د طبعي بحران ځپلو سره
په هالنډ کې د مرستې ټولونې ملي ورځ
د څو ورځو راپه دې خوا هالنډيانو په د اسيا د بهران ځپلي ولس سره د خواخوږۍ په نيت مرستي ټولوي .
هالنډيان په ټولو ملي او نړيوالو رسنيو کي په پرله پسې توګه د مرستو غوښتنه کوي .
هغه مرسته چي د هالنډ تر اوسه د هالنډي ولس له خوا په اسيا کي بهران ځپلو ته ټوله شوې ده نن دپنجشنبې په ورځ سهار ٦٤ مليونو يورو ته رسيدلې وه ، خو د ورځي په پای کي تر يوې ورځي ملي کمپاين وروسته دا اندازه ١١٢ مليونو يورو ته پورته شوه .
په اسيا کي د طبعي بهران ( په اوبو کي د زلزلې ) د خبر د خپريدو څخه وروسته يو ځل بيا پر راډيو ، تلويزونونو او ورځپاڼو او ... کي هغه بانکي شمېره اعلان شوه کومه چي يو وخت پر افغانستان د امريکا د بمباريو پر وخت هالنډي ولس د افغانانو سره د مرستي په نيت نقدي پيسې ورليږلې .
دهالنډي مطبوعاتو دمالوماتو له مخي دا ځل ( بانکي شمېره 555 ) د نورو وختونو څخه توپير لري ، ځکه د هالنډ په پېښليک کي کله په يوه ورځ کي د ولس له خوا د مرستي په نوم نږدې ٤٠ مليونه يورو نه وي ټولي شوي .تر اوسه هيڅکله په دومره لوړ شمير پيسې دې بانکي شمېرې ته نه دي ليږل شوي .
نوموړې بانکي شميره په هالنډ کي د متحده خيريه موسسو( سامن هلپ اورخانيزاسي) ګډه بانکي شميره ده ، دا خيريه موسسې د بيړنيو اړتيا و په وخت کي په ګډه کار کوي . يو يې پلان وي ، يو يې اعلان وي ، او يو يې ارمان وي . ددوی پر دې ژمنو هله د خلکو باور راغی کله چي د ټيلفون له لاري ځانګړي بانکي شميرې ته د مرستو ليږدونو په ٢٢٠٠ تنو کارکوونکو کي د هالنډ د ولسي جرګې ، د وزيرانو د جرګې کارکوونکي ، او همدا ډول يو شمير نور لوړ رتبه مامورين او چارواکي وليدل شوه چي د شپې تر ١٢ بجو يې د عامه وګړو ټيلفونونو ته دمرستو ليږلو لپاره کار کاوه .
په وروستيو ورځو کي د هالنډ تر ټولو غټ ټيلفوني شرکت ، کا پي اين او د ټيلفون نورو ټولو شرکتونو هم د اسيا يي بهران ځپلو سره په مرسته راټولولو کي د پام وړ مرستي او اسانتياوي رامنځ ته کړې ، ټوله هغه کسان چي ګرځنده ټيلفونونه لري ، کولای شي په يو ليکلی پيغام کي ( خېف = ورکړه ) ( Geef ) وليکي او بيا ليکل شوی توری ( 2020) ته وليږي ، په دې ډول به د ليږونکي د کريډيټ څخه يوه يورو او پنځوس سينټه 555بانکي شميرې ته ليږل کيږي . همدا ډول له ټولو ( ګرځنده ، او تار لرونکو ) ټيلفونو څخه په 08001112 زنګ ووهي ، دې شمېرې ټيلفون ته په سلګونو د بېلابېلو شرکتونو کارکوونکي د يوې ورځي لپاره په وړيا توګه کار کوي ، تر څو د ټيلفون کوونکو د بانکي شميرو څخه د مرستي بانکي شميري555 ته پيسې وليږي .
نن د جنورۍ د مياشتي شپږمه نېټۀ د سهار د ٦ بجو څخه په ټوله هالنډ کي ٨ راډيو ستيشنونو په ګډه يوه ځانګړې راډيو وچولوله ، ددې راډيو نوم 555 پنځه پنځه پنځه و . (راديو پايف پايف پايف )
دا راډيو په ټول هالنډ او د هالنډ څخه بهر ټولو غټو راډيو ستيشنونو د ماخستن تر لسو بجو پوري په بېلابېلو لنډو او منځنيو څپو او همدارنګه د ايف ايم په څپه اوريدل کيده .
ټوله ورځ په راډيو کي په پرله پسې توګه د هالنډي ولس څخه غوښتنه کيدل چي ، اسيا ځپل شوې ده ، ځپل شويو وګړيو هر څه له لاسه ورکړې دي ، له اسيايي بهران ځپلو سره مرستي وکړئ . کله به د اوبو ږغ او کله د بې وزلو ميندو ، پلرونو او کله هم د تنکيو ماشومانو د ژوند وروستۍ هيبت ناکي چيغي اوريدل کيدې .
هالنډيانو ويل چي غواړي نن به راټولي شويو پسو اندازه ٧٥ مليونو يورو ته په رسولو سره په نړۍ کښي ددوی په اصطلاح ريکارډ جوړ کړي ، د هيلو پر خلاف دا اندازه د شپې ١٢ تر دوولس بجو پوري يو سل دوولس ميليونو يو سل څلور څلويښت زرو يورو ته ورسيده ، په راډيو555 کي اعلان وشو چي د هالنډ د شاهي کورنۍ څخه مليکې بياتريکس هم نوموړي بانک شميرې ته پرون پيسې ليږلي دي ، ونه يې نه غوښتل اندازه يې چاته وښيې .
555ځانکړي راډيو ټوله ورځ خپروني وکړې ، او تر هغه وروسته ټاکل شوې وه ، چي په بېلابېلو هالنډي تلويزيونو کي يوه ځانګړې خپرونه وکړي، تر څو وکولای شي لاډيري مرستي راټولي کړي ، پر ټلويزيون وښودل شوه چي په لسګونو زورو نر او ښځي ټيلفونونو ته ناست وو او پر08001112 د مرسته کوونکو له خوا راروانو ټيلفونونو ته په پرله پسې توګه ځوابونه ويل .په همدې ورځ د ټولو هغو کسانو چي د ټيلفون لپاره په کار ګمارل شوي وو ، ٢٢٠٠ ته ورسيد .
په دې کسانو کي د هالنډ پر پخواني لومړي وزير ( ويم کوک ) برسېره ، اوسنی لومړی وزيرښاغلي بلکن ، او دهغه مرستيال ( خيرت زلم ) او د کابېنې پر ځينو غړو برسيره د بېلابېلو ښارونو واليانو ، مشهورو سندرغاړو ، د تلوزيون مشهورو وړاندي کوونکيو او د مشهورو فلم جوړونکو برخه اخستې وه ، او په خپله يې د مرسته ورکوونکو ټيلفونونو ته ځوابونه ويل .
ها خوا د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي د ښار په منځنی برخه ( دام ) کي په لس ګونو زره خلک هغه کنسرت ته راټول شوي دي کوم چي د ځانګړي راډيو555 له خوا د مرستي راټولولو له پاره جوړ شوی دی ، په دې کنسرت کي مشهور هالنډي سندرغاړي سندري وايي ، کنسرت ته ننوتل وړيا ( مفت ) دي ، خو هلته به هغه کارتونه ويشل کيږي چيري چي مرسته کوونکي کولای شي خپل نوم ، پته او د بانک شميره وليکي ، او لاسليک وکړي چي له بانک څخه يې د هالنډۍ مرسته ټولوونکي ټولني بانک شميري555 ته پيسي وليږدول شي .
د هالنډي ولس له خوا مرستي لږ تر لږه د يوې نيمي ( 1.50) يورو څخه پيل بيا تر ټولو غټه د يونيفې انشورنس شرکت ( Unive Verzekeraar ) د درې سوه پنځوس زره يورو په اندازه مرسته وکړه . خو د مرستي ټولوني د ملي کمپاين د ورځي په پای کي دا ريکارډ په پرله پسې توګه مات شو . او د ځينو شرکتونو له خوا په غټو اندازو نقدي مرستي وشوې .
اروپايي وخت ماخستن نږدې لس بجې تر ټولو لوړه شمېره پيسې د سپورټ اکسي له خوا مرسته وشوه چي اندازه يې څلور سوه زره يورو وه . او په دې حساب د ټولو مرستو شميره اعلان شوه چي ٩٠ مليونه يورو ته ورسيده .
په دې کمپياين کي له ٦ کلنو ماشومانو نيولي تر ٨٠ کلنو زړو پوري په مليونونو وګړو ونډه واخسته .
يوه شپږ کلن ماشوم وويل : په هغه کوڅه کي چي مي کور دی او يوه بله کوڅه کي په کورونو وګرځيدم اود توپان ځپلو ماشومانو لپاره مي مرسته وغوښته ، ما د خپلو ګاونډيو ماشومانو څخه ٣٠ يورو راوړي دي او اوس يې بانکي شميرې555 ته اچوم .
د هالنډ لومړي وزير ښاغلي پر هالنډي ولس ته په داسي حال کي چې د مرستي ټولوني تالار ته راغلی و وويل : بهران ځپلي له لوږي او يخنۍ وژغورئ ! هغوی ستاسو هري يورو ته اړتيا لري،هغوی هر څه له لاسه ورکړي دي ، اسيا مرستي ته اړتيا لري ، مرسته وکړئ ، بانکي شميري555 ته پيسې وليږئ ،لومړی وزير د شپې تر ١٢ بجو پوري د مرسته کوونکو ټيلفونونو ته ځواب وايه ، د هغوی نوم ، پته ، او بانکي شميرې يې ليکل .
يوه بله ماشوم چي له څو تنو ملګرو سره د555 له له خوا راټلوشوي تالار ته راغی ، ويې ويل چي ټوله ورځ يې پر سړک د اسيايي توپان ځپلو سره د مرستي په نيت ګيتار ږغولی دی ، له خلکو يې ٣١٦ يورو ټولي کړي دي او اسيايي توپان ځپلو ته ليږي . ددې مقالې خپرولو پر وخت اوس هم په امستردام کي کنسرټ دوام لري ، او پر هالنډي ټلويزيونونو د اسيايي توپان ځپلو سره د مرستي راټولوني ملي کمپاين . او د ټولو شويو نقدو پيسو اندازه په هرو لسو دقيقو کي يو مليون جګيږي .
د ٦ جنورۍ د مرستي ټولوني کمپاين د شپې پر ١٢ بجې پای ته ورسید ، وروستۍ مرسته د يو مليون يورو وه چي د zorg_verzekeraar زورخ انشورنس شرکت له خوا وشوه.
٦ جنوري د لويديځي اروپا وخت ، 23:50 بجې ماخستن 112 مليونه يو سل څلور څلويښت زره يورو ټولي شوي دي ، دا اندازه به نن شپه ٦ د جنوري او رارواني ورځي نوري هم لوړه شي ، نوره هم جګيږي .
د يوې ورځي مرسته ټولوني په ملي کمپاين کي وتوانيدل چي له ولس څخه نږدې شپېته مليونه يورو د اسيايي هيوادونو بهران ځپلو ته راټولي کړي . دا کمپاين د سهار د شپږو بجو څخه پيل او د ماښام پر ١٢ بجې پای ته ورسيد.
د مرسته ټولولو لړۍ په هالنډ کي دوام لري ، ترنن وروسته به دموبايل ټيلفون له لاري د پيسو ليږلو ، او ځانګړي ټيلفون شميرې ته د زنګ وهلو برسېره کور په کور د مرسته کولو پاڼي هم وويشل شي ، چي د پوست له لاري به هر څوک وکولای شي د خپل توان په اندازه نقدي پيسې بانکي شميرې 555 ته وليږي .
",ميليونونه هالنډيان له اسيايي بحران ځپلو سره مرسته کوي
1722,يوسف هيواددوست,"
د ډنمارکي افغانستان پېژندونکي کلاوس فردینانت د مړینې له امله
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي -فرهنګي څېړنو مرکز ( خپلواکۍ ) د خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نومیالی افغانستان پوه او وتلی ډنمارکي لیکوال ،ژورنالیست ،
څېړونکی او اتنوګراف کلاوس فردینانت د جنورۍ د میاشتې په ۵ نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
د افغانستان ټولې فرهنګي او علمي کړۍ او په ځانګړې توګه دلته په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) فرهنګي
مرکز او په ډنمارک کې د افغانستان اوسېدونکي فرهنګي او علمي شخصیتونه ځکه د کلاوس فردینانت
په مړینه خواشیني دی چې هغه د خپل خوږ ژوند ډېره او خوږه دوره په افغانستان کې له افغانانو او په ځانګړې
توګه له کوچیانو سره تېره کړه او وروسته له پراخو څېړنو او پلټنو یې د افغانستان د وګړو او په ځانګړي توګه د افغانی کوچیانو په باب یو شمېر ګټور کتابونه ولیکل .کلاوس د ډنمارک د ( شیلن ) د وچې اوسېدونکی و او د ( نیستیفل ) په ښار کې زېږېدلې و .پلار یې (یوهنس ) نومیده . هغه په ۱۹۵۳ ز کال کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته سفر وکړ ،یو کال وروسته یې مېرمنه هم ورغله ،هغه هم لیکواله او اتنوګرافه ده.هلته دوه کاله و اوسېدل .زیاتره به کابل ،جلال آباد،غوربند،لغمان ،او د افغانستان په ځینو نورو مرکزي سیمو کې اوسېده.دغه راز هغه په قندهار او هرات کې هم اوسیدلی دی .په دغو ټولو سیمو او د هزاره جات په سهیلي سیمو کې یې یو شمېر پلټنې او څېړنې وکړې .استاد فردینانت په دې هکله خپله وایی : (( موږ یو هیات وو او د سیمې د لرغوني تاریخ ،کلتور او اتنیکي ارزښتونو راسپول مو موخه وه.....[وګورئ د [[خپلواکۍ ]]د خپرونې د دریم کال اتمه ګڼه - ډنمارک )) ،دغه راز د افغانستان د لرغوني تاریخ په باب د دغه ستر انتروپولیجست او وګړ پېژندونکي یو شمېره مقالې او لیکنې د ډنمارک په پوهنتونونو ( د کوپنهاګن او آغوس د ښارونو پوهنتونونه ) کې هم تدریس کیږی،او یو شمېر یې په ورځپاڼو ،مجلو او بېلا بېلو خپرونو کې خپرې شوي دي .موږ هیله لرو افغانان د دغه ستر افغاندوسته شخصیت یاد تل وساتی او په دې توګه د افغانستان د اسلامی دولت او دملګرو ملتو د یونسکو د ادارې له چارواکو څخه غواړو چې د کلاوس فردینانت د تلپاتې یاد لپاره دهغه آثار او لیکنې راټولې او دافغانستان په ملي ژبې وژباړی.
موږ په داسې حال کې چې د هغه مړینه د ډنمارک ،افغانستان او ټولې نړۍ علمي - فرهنګي کړیو ته یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼو په توګه د هغه فرهنګیالې مېرمنې اودکورنۍ نورو غړو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي - فرهنګي څېړنو مرکز ( خپلواکۍ ) په استاریتوب
یوسف هېواددوست
",ډنمارک : دافغانستان د . . .خپلواکۍ دخواخوږۍ پيغام
1723,,"
د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومي ١٨
کابل : د پاکستان تر ټولو ډيرې چاپېدونکې ورځپاڼې ، جنگ ، د متحدو ايالاتو د عدليې د وزارت يو اعلان خپور کړى دى چې پکې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د نيولو لپاره د پخواني ياد شوي انعام بيا يادونه شوې ده .
په دغۀ اعلان کې د امريکا د عدليې وزارت د هغو کسانو نومونه ياد کړي دي چې دوى ورپسې تر ټولو ډير گرځي .
ملا عمر په دغۀ کتار کې دريم دى خو اسامه او د هغۀ مرستيال لومړني دوه مهم کسان بلل شوي دي .
د اسامه بن لادن د نيولو لپاره د معلوماتو سپارونکي ته ٢٥ ميليونه ډالره او د ملا عمر لپاره ١٠ ميليون ډالره انعام ټاکل شوى دى . ",امريکا د ملا عمر نيولو ته بيا انعام اعلان کړى
1724,ډيوه,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٨
کابل : په يوې اټکل شوې څېړنې کې راغلي دي چې د ٢٠٠٤ کال په ترڅ کې تر ٣٥٠ ډير پښتو کتابونه چاپ شوي دي .
خو په دغۀ اټکل کې ډير کتابونه نه دي ياد شوي چې په همدې دليل ښايي ريښتينې شمېره تر ٤٠٠ کتابونو زياته وي .
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د دولت له لورې د پښتو هيڅ کتابونه نه چاپ شوي .
په کابل کې ادبي کړۍ وايي که له افغانستانه دباندې شتمن افغانان خپلې مرستې ونه سپموي نو دا هيله به بې ځايه نه وي چې په ٢٠٠٥ کال کې د پښتو چاپېدونکو کتابونو شمېره تر ٥٠٠ واوړي . ",٢٠٠٤ کال کې پښتو کتابونه
1725,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ١٨
کابل : د افغانستان له مرکزي ولايت غور څخه رپورټونه وايي چې نژدې يو متر واورې د هرات او غور ترمنځ لويه لاره تړلې ده .
د غور والي عبد القادر عالم وايي که دغه ٥٥ کيلومتره اوږده لاره ژر پرانيستل شي نو په چغچران کې به د خوړو د کمښت ستونزه حل شي که نه نو له لوى مشکل سره به مخامخ شي .
د غور والي وايي د دغۀ ولايت په ځينو سيمو کې ١٥ سانتي متره او په نورو کې بيا تر ٥٠ سانتي مترو پورې واوره وريدلې ده .
افغانستان په تېرو شپږو کلونو کې وچکالۍ سخت ځپلى دى خو سږ کال په ډيرو سيمو کې واورې او بارانونه شوي دي . کارپوهان وايي يوازې د سږ کال ورښت به د وچکالۍ د ستونزو حل ته کافي نه وي . ",د هرات غور سړک واورو تړلى
1726,خوشال فرهنګي ټولنه کابل,"
دنوميالي ډنماركي ختيز پوه اوپښتون پوه کلاوس فردینانت دمړينې له امله
دپوهنوال ډاکټر رشيد راليږنه
په خواشينۍ سره موخبر ترلاسه كړ چې نامتو پښتون پوه اوختيز پوه کلاوس فردینانت له دغې نړۍ څخه سترګې پټي كړې .
په دې كې شك نشته چې ختيز پوهان په لوديز اوختيزكې دپښتنودژوند اوكلتور دپيژندنې له مهمو سرچينوڅخه وواودي . دغوختيز پوهانو له نژدې درس سوو كالو راپه ديخوا دافغانانودتاريخ ، ژبواوادبياتو اوكلتور دپيژندنې په كار كې خورا رغنده اودپاملرنې وړفرهنګي كارونه او څيړنې ترسره كړي دي داسې چې دا به له پښتنواوپښتوژبې سره تلپاتې اوديادونې وړوې، ښاغلې کلاوس فردینانت هم په دغه ډله كې له هغو خواخوږو اوپه پښتنومينو پوهانوڅخه وچې دعمرزياته برخه كې په دغه لاره كې تيره شوه اوويې كولاى شول چې دپښتنوپه باب په تيره دپښتني پوونده ياكوچياني ژوند دفلسفي زيات حقايق دنړيوالو په واك كې وركړي . دده څيړنې به دشلمې پيړۍ په ترڅ كې له افغانانو اودافغانستان له علمي اوفرهنګې موسسو سره تلپاتې اوددرنښت وړ وي .
دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا،اواړونده پوهان اوفرهنګيان په افغانستان اوپښتونخواكې ددغه نوميالې پوه په مرګ خپله درنه خواشيني څرګندوې ، دډنمارك علمې اوفرهنګې موسسو اوددغه پوهاند كورنې ته دده دمړيينې له امله خپله خواخوږي څرګندوې . اوپه دې بآورلري چې پښتواوپښتنوته به دکلاوس فردینانت علمې اوڅيړنيزخدمتونه دتل له پاره ددرنښت اووياړاوچته اوتلپاتې ډالۍ وي.
اروايې ښاده
نصرالله حافظ
دخوشال فرهنګې ټولنې
لومړى مرستيال ",کابل : دخوشال فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام
1727,,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٩
کابل : د سترې محکمې د موقتو قاضيانو په کتار کې د هغۀ قاضي نوم ښکاره شو چې څو ورځې وړاندې د امنيت چارواکو له دوو چاودنو سره په تړاو نيولى و .
دغه قاضي نقيب الله نومل شوى دى چې د امنيتي چارواکو په وينا يې د اکتوبر او اگست په مياشتو کې د کابل په دوو چاودنو کې لاس لارۀ .
په هغو چاودنو کې ١١ کسان وژل شوي و چې ځينې يې امريکاييان ول .
جنرال عبدالفاتح چې د پوليسو يو لوړ پوړى څارنوال دى وايي چې قاضي نقيب الله له بم چوونکو څخه خبر و او هغوى ته يې په خپل کور کې ځاى ورکړى و .
د هغو چاودنو په تور تېره اوونۍ چارواکو د تاجکستان يو استوگن نيولى و . ",نيول شوى افغان قاضي ونومول شو
1728,,"
١٣٨٣ د مرغومي ١٩
کابل : په افغانستان کې سرپرستې سترې محکمې خپل کار رسمآ پيل کړ .
د پيل لپاره په جوړو شويو دستورو کې د مجاهدينو دوو مشرانو پروفيسور رسول سياف او اصف محسني برخه اخيستې وه .
په خپلو ويناو کې دغو مجاهدو مشرانو وويل چې ستره محکمه دې د شرعيت په پلي کولو کې خپلې هڅې وکړي .
د سترې محکمې قاضي القضات فضل هادي شينواري په خپله وينا کې له مجاهدينو وغوښتل چې په خپلو مشورو دې دوى ونازوي .
د سترې محکمې موقتي جرگه گۍ تېره اوونۍ ولسمشر کرزي اعلان کړه خو ورسره سم يو قاضي د امنيت چارواکو ونيوۀ او ويې ويل چې په پلازمېنه کې يې د اگست او اکتوبر په چاودنو کې لاس لارۀ . ",سترې محکمې خپل کار پيل کړ
1729,,"
ديوه رسمي فرمان په ترڅ کي د افغانستان بانک پتېيلې ده چي ټوله شخصي حسابونه به د يوې مياشتي په دننه کي د افغانستان بانک څخه بېلوي ، او په شخصي بانکونو کي به نوي بانک شميرې پرانيزي .
ټاکل شوې ده چي دافغانستان بانک به په راتلونکي کي لکه د نړۍ د نورو هيوادونو غوندي يوازي د دولت چارو ته ځانګړی شي .
تر اوسه په افغانستان کي ١١ بېلابېل شخصي بانکونه په کار بوخت دي . ",دافغانستان بانک دولتي چارو ته بېليږي
1730,عبدالله احسان,"
د ختيځي سيمي د ژورناليستانو او ليکوالو خپلواکه ټولنه او رڼافرهنګي مرکز له خوا سبا د (مرغومي د مياشتي پر شلمه نېټۀ د ننګر هار په ولايت کښي د ارواښاد استاد اکاډيمسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د مړيني څلويښتمه نمانځي .
ټاکل شوې ده چي په دې غونډه کي به هرات ، کندهار ، غزني ، کابل ، لغمان ، خوست ، کنړ ، نورستان ، مزار شريف ، ننګرهار او ځينو نورو سيمو ليکوال او فرهنګپال برخه اخلي .
غونډه به د سهار پر ٩ بجو نهو د ننګرهار ولايت د قبايلو چارو د رياست په انګړ کي پيل او د مازديګر تر څلورو بجو پوري به دوام وکړي .
د دې نمانځنغونډي چاري د ختيځي سيمي د ژورناليستانو او ليکوالو د خپلواکي ټولني د مشر ښاغلي لال پاچا ازمون او رڼا فرهنګي مرکز د مشر حاجي عبدالظاهر قدير له خوا د ننګرهار ميشتو فرهنګپالو په همکاري تر سره شوي دي .
بېنوا ويبپاڼه هڅه کوي د غونډي تر پای ته رسيدو وروسته د غونډي جزيات تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کړي .
همدا ډول نن د ١٣٨٣ کال د مرغومي دمياشتي پر ١٩مه نېټۀ چي د ٢٠٠٥ کال د جنورۍ د مياشتي د ٨ سره سمون لري ، د امريکا د نوي يارک په ښار کښي دخدای بخښلي استادعلامه رشاد بابا څلوېښتمه ونماځل شوه .
د نيويارک د غونډي راپور پر ليکه شو ، دلته يې ولولئ .
",ننګرهار : د علامه رشاد باباد مړيني څلوېښتمه
1731,حبيب الله غمخور ، سويډن,"
په زياته خواشينۍ مي خبر تر لاسه کړ چي د ډنمار ک يو ستر عالم، ژورنالست او څيړونکي ښاغلي کلاوس فردينانت دروان زيږد کال دجنوري دمياشتي په پنځمه د عجل قضاته غاړه کښيښوده او دابد لپاره يي ددي دنيانه سترگي پټي کړي .
دکلاوس فردينانت مړينه د افغانانو لپاره ځکه خواشنونکي ده چي نوموړۍ په ټوله اروپا کي يو له لومړنيو هغو عالمنو او څيړونکو څخه ؤ کوم چي دخپل خواږه عمر او ژوندزياته موده يي په افغانستان کي دپښتنو او په ځانگړي توگه دافغاني پوونده وو(کوچيانو) دکلتور دود اودستور دڅيړلو په هکله دهيواد په سختو او ستونزمنو شرايطو او حالاتو کي تيره کړه،او پدي هکله يي له علمي او تاريخي ارزښتونو نه ډک اثار وکښل .
دغه لوي پوه او ختيز څيړونکي ددي لپاره چي وکولاي شي دکال په څلورو فصلونو کي دکوچيانو دژوند د ټولو اړخونو سره اشناشي او په ريښتنۍ توگه نړيوالو اودده داثارولوستونکو ته د پښتنو،کوچيانود ژوند او کلتور ټولي خواي او اړخونه داسي انځور کړي کوم چي په عمل کي وجود لري دهيواد هغو ځايو ته چي هلته کوچيانو دکال په مختلفو وختونو کي ژوندکاوه سفرونه کړي لکه : ننگرهار، لغمان ،شينوار،زابل،کندهار، هرات او هزارجات ځينو سيمو ته .
حقيقت دادی چي کلاوس فردينانت تر بل هر چا زيات دکوچيانو په هکله ليکني کړي، دده دغه علمي او فرهنگي څيړنيز چوپړ به دليري پراته هيواد ډنمارک د ستر عالم لخوا پښتنو او په خاصه توگه کوچيانو ته دهغه تل پاتي وياړلي ډالۍ وي .
زه داروپا په کچه دداشان ستر عالم او افغان پيژندونکي مړينه نه يوازي د ډنمارک علمي او فرهنگي کړيو او مؤسسو لپاره ستره اونه جبرا نونکي ضايع بولم ، بلکه افغانانو هم هغه نړيوال عالم او افغان پيژندونکی له لاسه ورکړ کوم چي هر څه يي درښتيا اوحقيقت په هنداره کي څيړل او ليدل ،دداسي يو بې پري پوه او عالم تشه به تر ډير ه وخته ډکه نشي .
موږ افغانان پداسي حال کي چي د استادکلاوس فردنيانت د کورنۍ پاتي کسانو،دوستانو او مينه والو ته دنوموړي په مړينه ژوره خواشيني او خواخوږي څرگندوو،وړانديز مو دادۍ چي ددي لوي عالم دافغانانو او افغاني ټولني په اړه دټولو اثارو په ملي ژبو ژباړه ،چاپ او خپروني ته ځانگړي پاملرنه وشي .
زه د کوچيانو دپخواني ريس په توگه دپورته ويل شوي وړانديز پلي کول د افغانستان داوسني حکومت دقومونو او سرحدونو دچارو وزارت د نشراتو درياست،دکوچيانو درياست او کوچيانو دشورا ستره دنده بولم.
ددي بيگانه ولي ډير نږدي ، وياړلي دوست او عالم درناوی او تل پاتي ياد به دهغه دعلمي او څيړنيزو اثارو په ژباړنه او چاپولوکي ښه څرگند او هميشنی شي .
روح دې خوشحاله وي
حبيب اله غمخور
دکو چيانو پخوانی ریس
په سويدن کي دخپريدونکي مجلي ”نوي هيلې مسؤل مدير ""
2005.01.08
",سويډن : د نوي هيلي دادارې له خوا د خواخوږۍ پيغام
1732,بېنوا ويبپاڼه _ خپرنيزه څانګه,"
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغان فرهنګيان لګيا دي د خپلې ملي فرهنګي شتمنۍ د پراخولو په موخه علمي او اکاډيميک کتابونه يا په خپله ليکي او يايې له نورو ژبو څخه ژباړي .
له بده مرغه د جنګ په کلونو کې، د مهاجرت ناخوالو د فرهنګي کړيو ترمنځ مستقيم اړيکي ډېر کمزوري کړي دي .
په هېواد کې بدلونونه د علمي او فرهنګي فعاليتونو د پاره ورځ په ورځ شرايط لا ښه کوي او دا هيله به بې ځايه نه وي چې په راتلونکو مياشتو کې به دا لړۍ ډېره پراخه شي.
څرنګه چې زمونږ فرهنګيان سره خواره واره دي، د هغوی د علمي کارونو انسجام خورا ستونزمن دی .
بېنوا فرهنګي ټولنه وياړي چې د خپل فرهنګي مسئوليت پر بنسټ په بېنوا وېب پاڼه کې د افغانان فرهنګيانو تر منځ د علمي همکارۍ او تفاهم د اسانه کولو په موخه د روانو علمي څېړنو يوه پاڼه هم پرانيزي.
مونږ د ټولو افغاني پوهانو څخه هيله کوو چې د خپلو روانو علمي څېړنو په هکله مونږ ته په يوه يا دوو پاڼو کې معلومات راکړي چې مونږ يې د ”روانو علمي څېړنو پاڼه“ کې واچوو تر څو چې ټول علاقمندان پرې خبر شي.
",بېنوا فرهنګي ټولنه افغان پوهان سره راټولوي
1733,,"
سپوږمۍ او راڼه ستوري ېې سوغات راوړي دي
جامــــــــــــونه ئې دمــــــــــــيؤ د حـــيات رواړي دي
(سوغات ) دکندوزولايت څخه خپرېدونکې کلتوري او ټولنيزه خپرونه ده ، چي د کندوزد ميشتو ليکوالو ، اوفرهنګپالو له خوا خپريږي .
مسول چلوونکی يې : عزت الله پاميراو مرستياله يې اغلی مرضيه ده .
بېنوا فرهنګي ټولنه وياړي ، چي د ويبپاڼي د رسنيو ځنځير ته يې يوه بله کړۍ ورزياته شوه .
سوغات پر ليکه شوه . چلوونکو او لوستونکو ته يې مبارکي وايو .
دسوغات مجلې سره پر لاندي پتو اړيکي ټينګولای شئ .
پوستي پته: د کندو ز د مخابراتو رياست پوست بکس نمبر (۲)موبايل: ۰۷۹۲۰۶۶۹۶- ۰۷۰۵۰۳۱۹۸ Email: niazmand0328@hotmail.com
څانګي ته د بېنوا ويبپاڼي څخه د ورتللو لار :
درسنيو ځنځير + پښتوسيمه ايزي مجلې + سوغات
يا يې دغه پته ووهئ :
www.benawa.com/rasanay/sawghat ",د کندوز والو سوغات
1734,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٠
کابل : له هرات څخه رارسيدلي خبرونه ښيي چې تژدې ٥٠٠ کسانو چې د حج لپاره يې د سفر موزې په پښو وې گواښ کړى دى چې که ونه ليږل شي نو خواړۀ به نه کوي .
دغو کسانو ته په وروستۍ شېبه کې چارواکو ويلي دي چې د کسانو د ډيرښت له کبله نه شي تللى .
افغانستان ته سږ کال د ٣٠ زرو کسانو اجازه ورکړل شوې چې سعودي عربستان ته ورشي او حج وکړي .
په هرات کې ځينې کسان داسې شک کوي چې ښايي کابل به په ايران او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته اجازه ورکړي وي چې له هغوى څخه ٥٠٠ کسان د افغانستان په استازيتوب حج ته لاړ شي . ",د هرات حاجيان گواښ کوي
1735,,"
",
1736,انځورګر _ ننګرهار,"
انځورګر _ ننګرهار
د ننګرهار د پوهنتون د ختيځو ژبو د څانګي فرانسوی محصل
ښاغلی يارمحمد کوچی دعلامه رشاد صاحب خاطرې وايي
ښاغلی غلام نبي دارواښاد علامه رشاد پاکي روح ته دعا کوي
د کندهار ولايت څخه راغلي فرهنګپال
ښاغلی استاد رفيع ، ډاکټر عبدالرزاق پالوال ، ډاکټر طارق رشاد او ...
ښاغلی يارمحمد کوچی غونډي ته وينا اوروي
د غونډي يوه بله څنډه
په ننګرهار کي دارواښاد علامه رشاد بابا د څلويښتۍ غونډي ته راغلي برخه وال
د رڼا کلتوري مرکز مشر ښاغلی ظاهر قدير غونډي ته وينا کوي
په ننګرهار پوهنتون کي د ختيځو ژبو دڅانګي يو محصل غونډي ته وينا اوروي
ډاکټر طارق رشاد دغونډي برخه والو ته د وينا پر مهال
د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومي د مياشتي شلمه نېټۀ چي د ٢٠٠٥ زېږديږ کال د جنوري د مياشتي د نهمي نېټي سره سمون لري ، په ننګرهار كې د ارواښاد رشاد د څلوېښتۍ په مناسبت يوه ستره او پرتمينه غونډه رابلل شوه چې په كې د ننګرهار، كونړ، لغمان، زابل، كندهار، هلمند، پكتيا، خوست، پكتيكا، كابل، غزني او نورو ولايتونو ليكوالو او فرهنګيانوپه پراخه پيمان ګډون كړى و. غونډه تر غرمې مخكې پر لسو بجو پيل شوه، چې لومړى د قران كريم څوايتونه تلاوت شول.
وروسته ويناګانې وشوې، په دې برخه كې د لغمان والي شاه محمود ساپي، د ننګرهار والي حاجي دين محمد ويناوې وكړې، دغه راز د كندهار والي ګل اغا شېرزي پيغام د مجيد خان بابي له خوا ولوستل شو، چې د خوست د والي معراج الدين پټان پيغام بيا محمد الياس وحدت ولوست.
ورپسې استاد حبيب الله رفېع د علومو اكاډمۍ پيغام ولوست، خو د وخت د كموالي له كبله د نورو پيغامونو يوازې يادونه وشوه.
په ويناګانو كې استاد صميم، استاد رفېع،ډاکټر طارق رشاد، استادلال پاچا ازمون او نورو فرهنګيانو خبرې وكړې، د استاد پر كړيو كارونو يې كتنه وكړه، دغه راز يې ټينګار وكړ، چې د استاد پاتې اثار دې ژر تر ژره چاپ شي.
استاد صميم ټينګار وكړ، چې د استاد كورنۍ بايد د هغه اثار ژر تر ژره راډګر ته كړي او د چاپ لپاره دې نورو ته وسپاري. دغه راز دې د استاد په نامه پوهنتونونه، ښوونځي او نور مركزونه ونومول شي.
دغه راز دې په ننګرهار كې ننګرهار تجربوي ښوونځى د رشاد په نوم ونومول شي. چې دا يې پر ملت حق دى.
د خوست والي په خپل پيغام كې ژمنه كړې وه، چې د استاد يو اثر به كتاب به چاپوي او په خوست كې به يو ښوونځى د ده په نوم نوموي.
د پوهنتون، استادانو، شاګردانو، په سلګونو ليكوالو او له بېلابېلو سيمو څخه راغليو مينه والو په غونډه كې ګډون درلود، چې ډېر شعرونه، ويرنې او خاطرې هم ولوستل شوې.
لال پاچا ازمون او هنګامې اپرېدۍ يې د ويندويۍ چارې پرمخ بېولې، چې كوربه يې د رڼا كلتوري مركز مشر او د ننګرهار اول نمبر سرحدي لوا قوماندان ظاهر قدير و، چې ټول لګښت يې ده پر غاړه اخيستى و، دغه راز نوموړي په خپله وينا كې ژمنه وكړه، چې د استاد د پاتو اثارو دچاپ په برخه كې به ډېره مرسته كوي.
غونډه د درې نيمې بجې په شا و خوا كې د ارواښاد علامه اروا ته د دعايې په لوستلو سره پايته ورسېده.
",ننګرهار : دارواښاد استاد علامه رشاد بابا يادغونډه
1737,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٠
کابل : د ننگرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د سپين غر په نامۀ يوه راډيو فعاله شوې ده چې په پيل کې به د ورځې اته ساعته خپرونې کوي .
د اوس لپاره په افغانستان کې ٤٠ خصوصي راديوگانې په فعاليت بوختې دي او څلور خصوصي تلويزيونونه هم په بيلا بيلو ولايتونو کې خپرونې کوي . ",سپين غر راډيو فعاله شوه
1738,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٠
کابل : د هلمند ولايت چارواکي وايي د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې هره ورځ نژدې نهه زره کسان له حکومت څخه معاش اخلي او د خپلو سيمو په ابادولو کې خولې تويوي .
د هلمند والي وايي هره ورځ په زرګونو کسانو ته تر يو نيم سل افغانيو ډيرې پيسې ورکوي چې د خپلو کورونو ، پټيو او کوڅو په بيا رغولو کار وکړي .
د هلمند والي شير محمد اخوند د ځينو په ګومان تر فشار لاندې دی چې د کوکنارو په دغۀ ډير توليدونکي ولايت کې که فعال نه شي نو ښايي څوکۍ له لاسه ورکړي .
په کابل کې د اقتصاد کارپوهان د هلمند ولايت دا عمل د اوږدۀ مهال لپاره ګټور نه بولي چې هره ورځ دې دومره پيسې د ناڅرګندو کارونو په بدل کې وسپارل شي .
دغه کار پوهان وړانديز کوي چې ځايي چارواکي بايد خپله نوښت وکړي او خلکو ته داسې کارونه پيدا کړي چې هم لنډ مهالې او هم اوږدمهالې ګټې ولري .
دوی د سارې په توګه د هلمند کندهار د لويې لارې جوړول او يا هم د لښکرګاه او د هلمند د ولسواليو ترمنځ د سړکونو جوړول يادوي .
د هلمند په ولايت کې د ناد علي په څير ولسوالۍ چې مرکز ته نژدې پرته ده سړک نه لري .
د لښکر ګاه په ښار کې غځيدلی سيند هم پخې غاړې نه لري .
د بست د تاريخي کلا تر څنګ بهيدونکی دغه سيند د دغۀ ولايت او افغانستان دغۀ تر ټولو لرغوني ځای ته هم زيان اړولی شي .
د اقتصاد د ډګر کارپوهان وړانديز کوي چې ځايي چارواکي ښايي په دغو برخو کې له خلکو کار واخلي او د کار په بدل کې پيسې وروسپاري . ",هلمند کې ٩ زره کسان په کار ګمارل شوي
1739,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢١
کابل : په يوې څېړنې کې راغلي دي چې د ناچاودېدليو يا بې ځايه پرتو پوځي توکيو له امله په افغانستان کې هر کال تر ١٠٠٠ ډير ماشومان ټپيانيږي .
د يوې نړيوالې څېړونکې ادارې له خوا خپور شوی رپورټ ښيي چې د وسلو ، ناچاودېدليو توغنديو او نورو پوځي سامان الاتو له امله تر هغه ډير ماشومان زيان ويني چې ښايي مځکني ماينونه يې ورورسوي .
دغه څيړنه ښيي چې له ١٩٩٧ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې په افغانستان کې ٦٠٠٠ ماشومان د يادو شويو پوځي توکيو له امله ټپيان شوي دي .
په ١٩٩٧ کال کې مځکنيو ماينونه د ټولو ټپي شويو افغان ماشومانو په سلو کې ٣٦ برخه جوړوله حال دا چې نورو پوځي توکو په سلو کې ٥٧ برخه درلوده .
څيړنه ښيي چې له ٥ تر ١٤ کالو پورې ماشومان تر ټولو ډير د زيان ليدنې له خطر سره مخامخ دي .
دغه ماشومان له ناچاودېدليو پوځي توکيو سه لوبې کوي او د لوبو پر وخت چاودنې زيان وراړوي .
څېړنه دا هم په ګوته کوي چې له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې په ټوله نړۍ کې افغانستان د ماينونو تر ټولو ډير قربانيان لرل . ",پوځي توکي هر کال ١٠٠٠ تنه افغان ماشومان ټپيانوي
1740,سعيد لودين,"
سعيد لودين ټورنټو کاناډا
تېره اونۍ مي د بي بي سي په انټرنټ پاڼه کي دنړۍ له نورو خبرونو سره جوخت دغه خبر چي "" افغانستان د څونامي د ځپل شوو خلکو سره مرسته وکړه "" خدای و ريښتيا ډير خوشحاله کړم خو د خبر اخيرنۍ جمله چي "" افغانستان به دطبي پلاوي ترڅنګ وينه هم ور کوي "" نور هم تاثير راباندي وکړ. زموږ ګران هيواد افغانستان چي د تېرو دېرشو کلنو جنګي تاړاکونو دومره کمزوره کړی دی چي بېله بهرنيو مرستو دا لږه ارامي يې هم په خطر کي ده ، په دغسي حالت کښي د څونامي له ځپل سوو سره د مرستي ګام يې د ستايلو وړ دئ . موږ افغانان بېله وينو ورکولو بل هيڅ هم نه لرو،پنځويشت کاله وړاندي چي د کمونيزم بلا يو په يو د هيوادونو خوړل پيل کړي وه همدغه افغانان د همدغه وينو په ورکولو سره د نړۍ نور هيوادونه له دغه ستر ګواښ څخه وژغورل او نن چي بيا د افتونو بلا پر انسانانو حمله کړې ده نو د افغان په لاس کي که يې د مرستي لپاره غيران نسته په رګونو کي خو وينه لري او دغه وينه به يې يو ځل بيا د انسانانو په ژغورلو کي په کار راسي.
نن چي په نړۍ کي لوی او سرمايداره هيوادونه وآفت ځپلو ته د ډېرو پيسو په ورکولو سره خپل عظمت ښيي بايد د افغانستان نوم د همدغه سر لوړو هيوادنو د ليست په لومړي سر کي راسي ځکه افغانستان تر اوسه پر خپلو پښو د درېدلو توان لا نه لري خو د مرستي لاس يې و هغوی ته ور اوږد کړی دئ چي له مرګونو سره لاس و ګرېوان دي چي دغه کار نوموړی هيوادله ټوله نړۍ سره يو سوله خوښونکئ او همدرده هيواد ثابتوي زموږ د ګران هيواد د تل سر لوړۍ په هيله .
زړه دي ښه مه کړه د سـروزرو تحـفو ته
بـــې مطلبه يـــــاري نـــــــــه وي د خـانانو
که د زړه اوپه اِخـلاص قدر دي غواړې
پاڼي وګــــــــــــــــــڼه طــــلا د دروېــشانو
(سعيد لودين)
",زموږ ګران افغانستان د مرسته کوونکوهيوادونو په قطارکې
1741,,"
١٣٨٣ د مرغومي٢٢
کابل : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی وياند ژان ارنولډ وايي په دغۀ هيواد کې د بې وسلې کولو لپاره په يوې نوې لارې غور کوي .
ښاغلی ارنولډ وايي د دغۀ پروګرام ترمخه به افغان حکومت د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کې وسله والې ډلې څيړي چې څه ډول ځواک لري ، په څه فعاليت بوختې دي او څومره کسان ورسره دي .
ښاغلي ارنولډ زياته کړه ، په افغانستان کې ډير داسې ځواکونه شته چې ښايي د مرستندويو ټولنو يا بيا رغاونکو پروژو په جوپړ کې وي خلکو ته ګواښ نه پيښوي .
دۀ وويل داسې ځواکونه هم شته چې يوازې يې له مخدره توکو سره کار دی . او داسې هم شته چې په دغۀ هيواد کې د جنګسالارانو په نامۀ ياديدونکو کسانو سره ملۀ دي .
ښاغلي ارنولډ وويل د افغانستان په ځينو ځانګړو سيمو کې داسې وسله والې ډلې شته چې نه يوازې د امنيت خرابولو سبب دي بلکه د بشري حقونو په تېريو او د مخرده توکيو په قاچاق کې هم لاس لري .
دۀ هيله وښوده چې د پارلماني ټاکنو تر وخته به دغه کسان جوت او بې وسلې شي . ",ملګري ملتونه د بې وسلې کولو نوې لاره خپلوي
1742,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٢
کابل : د افغانستان د دفاع نوي ټاکل شوي وزير ستر جنرال رحيم وردګ ويلي دوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دي . ښاغلي وردګ د رايټرز له خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل د دې خبرو مانا دا نه ده چې ګواکې دوی د هغو طالبانو پر ضد خپل بريدونه بند کړي چې لا هم وسله ګرځوي .
ستر جنرال رحيم وردګ وويل داسې طالبان ډير دي چې غواړي خپلو کورونو ته ستانۀ شي او عادي ژوند وکړي .
دۀ د اسامه بن لادن په باب شک وښوود چې ښايي د ډيورنډ له کرښې سره په پرتو غرونو کې پټ وي . خو ښاغلي وردګ دا نه شوای ويلی چې د دغې کرښې کومې غاړې ته . د يوې پوښتنې په ځواب کې د دفاع وزير وويل که دا خبره معلومه وای لا د وخته به اسامه نيول شوی و .
د ښاغلي ستر جنرال خبرې په داسې وخت کې شوي چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د نړيوالو اېتلافي ځواکونو مشر هم له طالبانو سره خبرې ومنلې او ويې ويل ډير ژر به افغان حکومت په دې باب څه ووايي .
د نړيوالو ځواکونو مشر ويلي و چې ولسمشر کرزی به په دې باب خبرې کوي ، دا جوته نه ده جې د ستر جنرال رحيم وردګ دا خبرې هغه دي چې نړيوالو ځواکونو يې ژمنه کړې وه که د هغو لپاره نور انتظار هم پکار دی .
",ستر جنرال وردګ : له طالبانو سره خبرې کوو
1743,,"
د طنز لپاره د پښتو ځانګړې شوې خپرونه ښاخۍ يوه کلنه شوه .
دغه مهالنۍ په جلال اباد کې خپريږي .
په افغانستان کې ادبي کړۍ ښاخۍ د د پښتو پر ادبياتو يوه ښه زياتونه ګڼي .
",ښاخۍ يوه کلنه شوه
1744,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٢
کابل : په تېرو څو اوونيو کې په دوهم ځل د يوۀ لرغوني موميايي شوي مړي د موندنې خبر ورکړی شوی دی .
دا ځل د بلخ ولايت په يوې ولسوالۍ کې د موميايي شوي مړي خبر ورکړل شوی دی چې د ځايي چارواکو په وينا به کابل ته راليږدول کيږی .
دوه اوونۍ وړاندې د بدخشان له ولايت څخه هم يو خبر راغلی و چې ګواکې هورې هم دوه موميايي شوي مړي موندل شوي دي .
د هغو په اړه لا تر اوسه نور څه نه دي په ډاګه شوي چې په رښتيا هم موميايي شوي مړي و که د بدخشان په سړه هوا کې روغ رمټ پاتې شوي مړي .
د طالبانو په واکمنۍ کې د يوۀ موميايي شوي مړي په باب هغه وخت د درو هيوادونو ترمنځ لانجه پيدا شوه چې ايران او پاکستان په افغانستان کې د پيدا شوي يوۀ ظاهرآ موميايي شوي مړي په سر دعوه وکړه .
د هغۀ مړي په اړه وروته وروسته خبر خپور شو چې ګواکې موميايي نه و . ",د موميايي مړي د موندنې دعوه بيا شوې ده
1745,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٣
کابل : په خبرو خبرې سرچينې وايي چې د افغانستان د راديو تلويزيون نوی مشر غوث زلمی ټاکل شوی دی .
غوث زلمی پخوا د تلويزيون د بوختونکو پروګرامونو وياند او وړاندې کوونکی و .
ښاغلی زلمی په دې وروستيو کلونو کې په هالنډ کې اوسيدۀ خو ويل کيږي چې ډير ژر به افغانستان ته ستنيږي .
",غوث زلمی د راډيو تلويزيون مشر ټاکل شوی
1746,انجنير عبيد الرحمن بصيرت,"
انجنير عبيد الرحمن بصيرت
ګران انځورګر جان ته
ستا جار سم ، ددې ليکني په اړه د پاڼي کتنپلاوي ، سپک کړي يو ، او دا يي يوه بيځايه هڅه بللې ده ، بخښنه غواړم چي د پاڼي څخه يې ليري کوم ، او دلته يي ساتم ،
په درنښت : احسان
ملي سرود
ملي سرود يوه وړه خبره او يو وركوټى شعر نه دى . دا د ټول ملت آواز، كردار او د فكر ننداره ده . دا هره ورځ هر وخت د هر وګړي په خوله يادېږي . د وطن هر بچى بايد په دې پوه او په يادو يې ياد وي، چې موږ داسې هېواد داسې بيرغ داسې خلك او داسې نظام لرو . كه موږ اوسني قبول شوي سرود ته پام وكړو ورپكې ډېرې نيمګړتياوې ليدل كېږي .1. د اساسي قانون مطابق نه دى ځكه چې پكې قومونو نومونه مكمل نه دي ذكر شوي . مطلب دا چې صرف دا ياد شوي قومونه افغانان دي او دا نور لكه عرب، قرغز ، قزلباش ، ګوجر او براهوي هيڅ افغانان نه دي، ځكه چې ياد شوي نه دي اوكه چېرې مهم نه وي نو ولي په اساسي قانون كې يو شانې راغلې دي . بل پكې ډېروالي ته هيڅ توجه نه ده شوي . پښتانه او تاجكان پكې وروسته راغلي دي . 2. د بيرغ په كې هيڅ نوم ندى اخيستل شوي چې دمراسمو پر ځاى كولو وخت كې يې رپول او يادول ډېر مهم او ښايسته- خوندور بريښي . 3. افغانستان يې نه دى تعريف كړى صرف تل دې وي لفظ يې ويلى دى چې د يوه هيواد لپاره كفايت نه كوي . 4. د نظام په كې هيڅ يادونه نده شوي چې زموږ نظام اسلام دى چې هر وګړى په دې پوه شي چې اسلام زموږ په هېواد كې ډېر اهميت لري ځكه چې امريكا په ملي سرود كې هم In God we trust كليمه راغلې ده . كه چېرته پورتني ذكر شوې توري ضروري نه وي نو ضروري شيان څه دي . او كه په يو شعر كې دا ټول په ډېره ښه توګه ذكر شوي وي نو ښه به نه وي ؟ پټه دي پاتې نه وي چې ارواښاد بينوا شعر يې غوره كولو نو ولي يې دهېواد شاعران په عذاب كول او ورته يې وخت ور كولو . چې ورته يې وخت ور كړو نو اوس دې په مخ څپيړه نه وركوي او د اوسني سرود څخه دي مطمئن كړي . پاتې د تلفظ خبره شوه كه دوى عين په ځاى الف ، حي په ځاى هي د ډال په ځاى دال او غين په په ځاى ګاف تلفظ كوي نو زما د شعر (ړ) دي هم (لي) تلفظ كړي پروا نشته ځكه چې دا ددوى د خولې علت دى- نه زما د شعر كمبودي .داسې خلك هم شته چې (ر) هم لكه (لي) تلفظ كوي او د الله لفظ هم (اله) تلفظ كوي نو آيا دا د دوى كمزوري ده او كه د الله د لفظ؟ . خپل شعر يادوم
دا افغانستان سرلوړى هېوادپياوړى آزاد ښاد دي وي آباددا تور سور زرغون محراب او منبربيرغ هسك رپاند ځلاند لكه لمرالله اكبر الله اكبرشتمن دا وطن په ، پښتون تاجكبلوڅ، تركمن هزاره، ازبكعرب، پشه يي ايماق، نورستانيقرغز، براهوي قزلباش، ګوجروروڼه وروڼه دي ټول افغانان سترالله اكبر الله اكبرلوړې ارادې جګې حوصلېهر افغان لري د خدمت جذبېنظام مو اسلام - قانون مو قرآندا خاوره مو ځان زړه مو دى ځيګرالله اكبر الله اكبر
زه په خپله دا اوسنى قبول شوى سرود په مكمله توګه ردوم او د خپل شعر يوازې ""سرلوړى هېواد "" او د ""لوړى ارادې"" لفظونه ترې غوره او با معنى وينم . كه چېرته زما شعر ترينه ښه نه وي نو ټول هېواد وال زما پر شعر باندې نيوكه او تنقيد كولاى شي چې زه مطمئن شم . او كه ښه وي نو وايم چې د ادب په ميدان كې دي درغلي او خيانت نه كوي او ما ته دي د ډاډ او د وطن دوستى وياړ را په برخه كړي . د ټولو هېوادوالو دكتلو او د ريښتني فيصلې په هيله .په درنښت ",ملي سرود؟ (كره كتنه)
1747,"""قيصر اپريدى""","
عکســـــــــــــــــــــونه
ددې وطن ددې اولس ددې كوڅو عكسونه هر چاته خپل عكسونه ښكاري د پردو عكسونه اى مصوره! دا فطرت درنه رنګونه غواړي د كاېنات په پاڼه تت شو د سپرلو عكسونه ستا د ميئن جانان د مخ كاسه كې څه پاتې دي دا دوه لېمه د سوزېدلو دوه ډيوو عكسونه د چا په سرو سترګو كې ستا د خوبولو سترګو كاش چې ليدلى وى د وېښو ويښو شپو عكسونه د خپلې وينې رنګ دې وسوځاوه تور دې كړلو نقاشه چا وو رغولي په لمبو عكسونه چې د مغرب پرېزادګۍ له رشكه لولپه شي قېصره ستايه د باګرام د ښاپېرو عكسونه. ",عکســـــــــــــــــــــونه
1748,,"
١٣٨٣ د مرغومى ٢٣
کابل : ولسمشر حامد کرزي د محمد محقق زوى باقر محقق ته د سرو زرو مډال ورکړ ،
محمد باقر محقق د تيکواندو په نړيوالو لوبو کې ښه ځليدلى و . دغه لوبې د کاناډا په هيواد کې ترسره شوې.
محمد محقق د ولسمشرۍ په سيالۍ کې د حامد کرزي سيال و او تر هغه وړاندې د پلان د وزير په توگه هم ورسره پاتې شوې و .
د ١١ کلن محقق د مډال سپارنې په دستوره کې محمد محقق هم حاظر و .ولسمشر کرزي د سرو زرو د مډال او د يوۀ قلم د سپارنې پر وخت د تل غوندې ټوکه وکړه او ويې ويل په هيله دي چې يو وخت دغه کوچنى محقق هم ولسمشر شي . ",د محقق زوى د سرو زرو مډوال وگاټۀ
1749,لعل پاچا ازمون,"
د لعل پاچا ازمون په زيار د گڼ شمير مقالو يوه ټولگه (( علامه رشاد په ننگرهار کې )) چاپ شوه .
په دغې مجموعې کې هغه مقالې ټولې شوي دي چې د علامه رشاد په ژوندانۀ د هغوى په وياړ جلال اباد کې جوړ شوي سيمينار ته اورول شوې وې .
په دوه سوه څو مخونوکې دغه کتاب د ننگرهار د رڼا مرکز له لورې چاپ شوى دى . ",علامه رشاد په ننگرهار کې
1750,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٣
کابل : متحدو ايالاتو د افغانستان ګاونډي هيواد ازبکستان ته د ګزمې دوه کښتۍ ورکړي دي چې د امو پر سيند څارنه وکړي .
د امريکا سفارت په يوۀ بيان کې خبر ورکړ چې دغه کښتۍ ٢٠ متره اوږدۀ لري چې په اوکراين کې جوړي شوي دي .
دغه کښتۍ د پنځه نيم ميليونه ډالرو په لګښت په ځانګړې توګه د امو سيند ته په پام سره جوړي شوي دي .
",امريکا له ازبکستان سره د افغان پولې ساتنې ته مرسته وکړه
1751,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٣
کابل :ولسمشر حامد کرزي د مخدره توکيو د قاچاق پر ضد د دۀ په وينا د جهاد غوښتنه کړې ده .
خو په همدې ترڅ کې ولسمشر دا نظر هم د پام وړ وبالۀ چې ځينو قاچاق وړونکو ته دې بخښنه وشي چې په دې ډول له قاچاقه لاس واخلي او خپله پانګه د هيواد په بيا رغاونه ولګوي .
ښاغلي کرزي کابل ته د متحدو ايالاتو د مشرانو د جرګې د ځينو غړيو د سفر پر وخت وويل دا نظر بد نه دی او ښايي ځينې خلک له وران کارۍ وګرځوي . خو د بشري حقونو د څار يوۀ څېړونکي دا نظر رد کړ او ويې ويل چې په افغانستان کې د مخدره توکيو په قاچاق بوخت کسان د بشري حقونو په تېريو هم تورن دي .
ولسمشر کرزي همدې ډول ويرو ته په پام سره وويل چې که بخښنه وي هم نو پخوانيو قاچاق وړونکو ته به وي او بيا هم بايد ښه په دقت دغۀ نظر ته وکتل شي او هر اړخ يې وسنجول شي .
تېر کال د افغانستان د کوکنارو کرکيله خورا ډيره وه . د ملګرو ملتونو يوه شمېره ښيي چې اوس د ټولې نړۍ په سلو کې ٨٧ کوکنار په افغانستان کې کرل کيږي . ",کرزی د مخدره توکيو پر ضد ( جهاد ) غواړي
1752,سميع الله تړون,"
د ځوان شاعر سميع الله تړون شعري ټولګه (( بيا به ستا نوم په ژبه نه اخلمه )) چاپ شوې ده .
دا د کونړ مېشتي شاعر دوهمه شعري ټولګه ده .
په ادبي کړيو کې د ښاغلي تړون شعرونه ښه ارزول شوي او د ښه راتلونکي هيله ورڅخه شوې ده .د تړون د شعرونو خپرندوى مجيد مومند خپرندويه ټولنه ده
صحاف خپرندويه مؤسسه
کاسي روډ ، نورمسجد ته مخامخ ، کوئټه ، ټيلفون شمېره :ـ ٦٦٤٢٣٦-٨١-٠٠٩٢
بريښناليك :ـ palana_sahaf@yahoo.com
زموږ بانکي پته :Muslim Commercial Bank Ltd. ,Account No:1514
Prince Road, quetta - pakistan",بيا به ستا نوم په ژبه نه اخلمه
1753,هدايت الله هدايت _ استراليا,"
دهدايت الله هدايت ليکنه
استراليا_ ١٢/ ١/ ٢٠٠٥
دعراق ټولټاکني د هغه هېواد دامنيتي ګډوډيو او د کورني سراسري ناخوښيو په چاپېريال کې را نيژدې کېږي. دبغداد د حکومت د دفاع وزيرد دې ګډوډيو اصلي پړه پر خپل ګاونډي هېوادونو په خاصه توګه پر ايران او سوريې باندي اچولی ده. دا حکومت په دې ډول غواړي دامريکا د دولت د نوې سخت درېځې ادارې هغه تورونه يو ځل بيا تکرار کړي کوم چي په لوي لاس غواړي د دې هېوادو پښه د عراق و لانجې ته را کش کړي. خو ځيني حلقي بيا دا هم وايې چي د عراق په کورنيو چاروکې د ايران ﻻسوهنه د عراق و عربي هويت ته لوي ګواښ پېښ کړيدئ . خو ددې ټولو خبروتر شا د ايران په هکله د بوش د ادارې لمړنۍ هدف په ايران کې داوسني اسلامي رژيم نسکوره ول دي . داسي هم ويل کيږي چي د عراق په ټولټاکنو کې د ايران راتلونکې هم مطرح ده.
په واقعيت کې د بوش د حکومت نوې اداره غواړي چي د عراق د لانجې او د هغه د شرمه ډک اشغال نه دخلاصون په خاطر او هم د مينځني ختيځ د نوې راتلونکي تشکل په خاطر و خپلې هغي په اصطلاح لويې طرحي ته ﻻره هواره کړي کومه چې لا پخوا ددې سيمي د رجه کشۍ دپاره يې دخپلي ستراتژۍ په سر کې ځاي ور کړی وو . ددې طرحي د تطبيق دپاره د بوش دادارې اصلي شعار يعني د«نوی ګواښ» په حيث دايران ټاکنه به شايد ددې ادارې په فکر يوه پر ځايه ټاکنه وي. دا ځکه چي ايران دامريکا د پاره په رشتيا هم داسي بهانې لري کوم چې دې هېواد دوه کاله مخکې د صدام حسين د رژيم په رانسکورولو کې هغه وکارول او خپل ځواکونه يې هلته ځاي پر ځاي کړل .
امريکا نن هم دهماغې نسخې په کارولو سره د ايران په هکله غواړي و نړېوالو ته دا وښيې چي دا هېواد د ډله ايزي وژني وسلې جوړه وې، دتروريزم پلوي کوي، دالقاعدې سره اړېکي لري او داسي نور... خو هغه څه چې واقعاً روښانه دي هغه داچې ايران دعراق د پخواني ړنګ شوي رژيم نه خلاف په رشتيا هم د داسي اټومي پروګرام په پراختيا بوخت دۍ کوم چي د امريکا دنظره د هغې نه د ناوړه احتمالي استفادې خطره دورايه ځيني ښکاري.
دبوش دادارې د ملي امنيت سلاکاره ډاکټره کوندو ليزه رايس او د متحده ايالاتو راتلونکې نوې د بهرنيو چارو وزيري لا پخوا ويلي وه چي واشنګټن به په هر هغه اقدام لاس پوري کړي څو د ايران حکومت دې ته اړ باسي دخپلې اټومي تګلاري نه لاس واخلي. ان داسي يوه غوښتنه لا داسرائيلو چارواکو چي پخپله په اټومي وسلو سمبال يو هېواد دۍ هم کړېده. دې هيواد دا خبره هم په ډاګه کړېده چي اسرائيل د ايران د اټومي تګلاري څخه د خطر احساس کوې او هغه د اسرائيلو و موجوديت ته لوی ګواښ بولي.
داسرائيلو مشرانو پر عراق باندي د امريکا ديرغل نه لا مخکې پر امريکايې چارواکو دا زور اچولۍ و چي ايران دي بايد دلمړني ګذار په حيث وټاکل شي. اسرائيلوا په هماغه وخت کې هم داسي يو پلان لاره چي دايران پر اټومي تأسيساتو دي ديوې مخنېونکې حملې په توګه ګذار وسی خو دا کار يې د واشنګټن و اشارې ته معطله کړي وواو تر همدې اوسه پوري يې ځيني ډډه کړېده.
ددې سره سره چي د سيمې وضعي اوس بدلون موندلی دۍ خو د واشنګټن اصلي هدف لا اوس هم د تهران داټومي مقاصدو ومخنېوی ته متمرکزه دۍ. دايران په هکله د امريکا سيا ست د ډېر پخوا نه ثابت پاتې دۍ. ايران په استراتژيک لحاظ په سيمه کي يو ډېر مهم هيواد دۍ او ددې هېواد کورنې او بهرني سياست په اساني سره په سيمه او ټوله نړۍ کي د تشنج او بې ثباتۍ د مېنځه وړلو د پاره ستر رول لوبولاي سي.
خو دا هم عجبه ايسي چي د امريکا په هکله دايران سخت درېزه کړنلاره کله داسي بڼه هم نيولې ده چي د متحده ايالاتو سره يې د همکارۍ معني ورکوله . د مثال په توګه ايران په کال ٢٠٠١ کې پر افغانستان باندي د امريکا د يرغل نه د واشنګټن ملاتړ وکړ. يا داچي ايران پر عراق باندي د امريکا د يرغل و ملاتړ ته د ځېنو هغو شيعه سازمانونو فعالول په حقيقت کې داسي يوحالت را مينځته کړ چي په هغه وخت کې دا کار دامريکا سره د ايران د مرستي کولو په نامه تعبير سو. خو دې ټولو هڅو داسي يوه وضعه را مينځته نکړل چي ګواکې متحده ايالات دي خپل دايران ضد سياست ته بدلون ورکړي. په دې اړه د متحده ايالاتو د دفاع سخت دريځه وزير دونالد رامسفلد د عراق د يرغل نه وروسته تل دا خبره کړېده چي ددموکراسۍ غزېدل به ډېر ژر د ايران لمني ته هم و رسيږي او د دې رژيم د سقوط موجبات به برابرکړي.
متحده ايالاتو ددې سناريو وتطبيق ته د ايران په ګاونډيو هېوادونو کي لا پخوا د خپل پوځي قواوو ځاي پر ځاي کېدل شروع او دايران محاصره يې بشپړه کړېده . ددې سره سره امريکا دا تلاښ هم کوي چي دايران په هکله په داسي اقداماتو ﻻس پوري کي څو ددې هېواد سياسي او ديپلوماتيک يوازيتوب وساتي او د دي هېواد اغېزه او نفوذ دهغه په انډېواله هېوادونو کې کمه کړي. په دې ډول متحده ايالات دايران په مقابل کي د مسقيمي او غيرمستقيمي بې ثباتۍ د استراتژۍ نه ګټه پورته کوي.
ددې نه علاوه د بوش اداره په دوو نورو دليلونو هم وايران ته سترګي غړولي او دا هېواد ورته زيات ارزښت لري. يو داچې دايران ژئو استراتژيک موقعيت او بل دهغه طاقتوره انساني او اقتصادي زيرمي دې چې دې هېواد ته يې ځانګړی ارزښت ور کړيدی. بل داچې دروسيې او چين سره ددې هېواد پوځي مرستې په سېمه کي دايران موقعيت د يوه مينځني ځواک په توګه ډېر پياوړی کړي او دې کار ايران د مينځني ختيځ په سيمه کې دامريکا دتل پاته تسلط په وړاندي د يوازنۍ پاتي مانع په حيث پراېښئ دۍ.
دبلي خوا واټومي وسلو ته د تهران لاس ته رسېدل به ايران په يوه داسي شريک بدل کړي چي کېداي سي د پنتاګون سره داړيکو په اړوند د امريکا د هغوسيالو هېوادو په کتار کي لکه اروپا، چين، هند اوروسيه ودره وې چې دهغه هېواد په مقابل کي به يې په يوې درنې وزنې باندي بدل کړي .
همدارنګه دتهران واکدارانو داسرائيلو په کشاله کې دښکېلو هېوادونو لکه لبنان، سوريه، حزب الله او ځيني نورو فليسطيني جنګيالي سازمانونو د دولتي او غير دولتي بازيګرانو سره په سيمه کې وروستنی پاتي ملګرئ دی . دغه منابع به په قطعي توګه د ايران د مرستو او د سيمې اويا نړېواله ملاتړ نه پرته به داسرائيلو د پوځي وړتيا په مقابل کې ډېر ضعيفه سي.
دمتحده ايالاتو او داروپا د اتحاديې ايديالوژيک يووالی دايران واټومي تأسيساتو ته د ننوتو هڅي اوس دادي نوې بڼه پيدا کړی ده. د يادوني وړ ده چې دايران پر ضد داسي يووالۍ ان په کال ١٩٩٠ کې هم کله چې عراق پر کويټ باندي يرغل وکړ راغلی وو. خو په دواړو حالاتو کې ددې کار هدف د اسرائيلو په ﻻنجه کې د يوزوره ور مسلمان قطب د را مينځته کېدو مخنيوی وو څو په دې ډول هغه و نه توانيږي په سيمه کې دپوځي ځواکونو انډول له مينځه يوسي. دم درحاله خو اوس دا وضعه د اسرائيلو په ګټه تمامه سوېده.
دامريکا اواروپا په مابين کې دهمدې ګډو هدفونو او د ورته نظر ديووالي سره سره ډېر داسي څه سته چې دهغوي د نظر بېلوالی هم څرګنده وي. داسي معلوميږي چي اروپائيان دې ته چمتودي چي که ايران د پوځي هدفونو په خاطر د خپلي اټومي لوېې غوښتني نه لاس واخلي نو په عوض کې به خپلي اړيکي دايران سره عادي کړي. خو متحده ايالات بيا په دې باور دی چې دا ډول شاته تګ بايد د هغوي په قول د نړيوالي ټولني اراده چي دايران د رژيم نسکوره ول غواړي بايد ټينګه او چټک کړل سي.
دايران د اټومي نيتونو دشنډولو په اړه اوس دوې ﻻري پرتې دي: يودپوځي ځواک له لاري ددې هېواد داټومي تأسيساتو له مينځه وړل او بل د ديپلوماټيکو فشارونو زياتوالي . دا دواړه به تهران و دې ته اړ کړي چي د خپلي اټومي کړنلاري څخه لاس واخلي. د لمړۍ فرضيې د وړتيا په هکله بايد وويل شي چي که داسي يو عملي وړانديز دځانه سره ډېر جدي ګواښونه نه درلودلاي نو تل ابيب او واشنګټن به دايران د اټومي تأسيساتو د مينځه وړلو دپاره به لا د پخوا نه ډډه نه واي کړی. ځکه اسرائيلو ان په کال ١٩٨٠ کي د اوسيراک کي په سيمه کې د عراق اټومي تأسيسات بمباري کړېوه.
ددې ملاحظاتو د په نظر کې نيولوسره دسياسي- ديپلوماتيک او اقتصادي فشارونو څخه استفاده د لمړيتوب ځاي نيسي. ددې سره يوځاي د تهران بيخي يوازي کول او هغه د خپلو سيمه ايزه انډېوالانو نه ليري ساتل هم يو ضروري شرط بلل کيږي. ددې فشارونو په نتيجه کې به ايران د پوځي ځواک د استعمال نه پرته ډېر ناتوانه سي. خو بيا هم دپوځي حل لاره هم د امکان نه ليري خبره نه ايسي.
په دې اړوند د امريکا ستراتژي دري جبهې د ځانه سره لري : په لمړي سر کې د لبنان-سوريې جبهه ده چي امريکا د فرانسې سره په لاس يوکولو سره پر سوريې باندي خپل فشار زيات کړی دئ. دملګرو ملتونود امنيت شورا د ١٥٥٩ لمبر پريکړه ليک دا غوښتنه کوي چې سوريه دي دلبنان نه خپل پوځونه شاته و باسي، د حزب الله غړي دي بې وسلې کړي او د اسرائيلود پولو په اوږدو کې دي د اسرائيلو ځواکونه ځاي پر ځاي سي.داسي معلوميږي چې دغو فشارونو اوس نوي حرکت پيدا کړی دئ.
داپريکړه ليک و سورېي ته ددي پټ پيغام رسول دي چي د ايران سره دې خپل پيمان وشلوي او دايران د انډېوال حزب الله نه دې ځان لېري کړي. پريکړه ليک تر هر څه نه وړاندي پر سيمه ايزه حل باندي هم ټينګار کوي او ددې امکان برابره وي چې په دې کشاله کې دفرانسي هغه موضعګيري هم ښه درک سي چې پخوا يې انتظار نه کېدئ. د فرانسي ددې اوښتني يوازنئ علت دواشنګټن سره ددې هېواد د نظر په ورته والي کې نغښتي دی چي د ايران او سورېي د پيمان د ګډوډلو معنا ورکوي.
د امريکا د متحده ايالاتو دبلي جبهي طرحه په عراق کي دايران د نفوذ کمول دي. هغه جګړه چي په کال٢٠٠٤ کې د انګليسي او امريکائي ځواکونو لخوا د امام مقتدا صدر پر ضد را شروع سوه يوازي په دې دليل نه وه چې ګواکې صدر د عراق د اشغال څخه ناخوښ وو. په دې جګړو کې د متحده ايالاتو اصلي هدف دا غوښتنه وه څو هغه جريانونه له مينځه يوسي کوم چې د تهران سره ټينګي اړيکې لرلي.
دبلي خوا متحده ايالاتو دايران د خلګو د مجاهدينود سازمان څلورو زرو غړو ته د سياسي پناهنده ګۍ ورکول دي. ددې نه وړاندي دامريکا متحده ايالاتو په خپل فهرست کې دا سازمان د يوه تروريستي سازمان په حيث پېژانده. خو ددې سازمان لخوا دايران د پټو اټومي برنامو لڅول ددوی او واشنګټن تر مينځ د نژدېوالي زمينه برابره کړه. او امريکا به شايد غواړي چې د هغوي نه په راتلونکې کې داسلامي انقلاب په راپرځولو کې استفاده وکړی کوم چي همداسي کار يې د عراق د اشغال نه وړاندي د احمد چلبي په لارښوونه د عراق د ملي کنګرې نه وکړ.
په پاي کي متحده ايالاتو د جګړه مارو ځواکونو ( جنګسالارانو) پر ضد دافغانستان ددولت دواک د ټينګولو په خاطر خپل انډېوال ښاغلی حامد کرزی دې ته و هڅاوه چې د هرات جنګسالاراو د هغه ولايت د مجاهدينو مشر اسمعيل خان چي دايران د نژدې ملګرو نه دئ د واکه ليري کړي. خو ددې سره سره تهران دافغاني سياسي تشکلاتو په شبکه کې چې د شمال دائتلاف په دننه کې ېي ځاي نيولۍ دی د ډېر پراخ او دوستانه اړېکو لرونکۍ دئ . د امريکا او افغاني چارواکو دپاره به څه ناڅه ګرانه وي چي په يو لنډ مهاله موده کې ددې شبکې نه دايران نفوذ کم کړي .
تر اوسه پوري خو د واشنګټن او تهران د ښاخ پر ښاخ کېدو څخه ډډه سوېده خو « د لوی مينځني ختيځ » طرحه چي د بوش دولت يې اجرا کول غواړي د دې سيمي د هېوادو د ګټو سره جدي ټکر پيدا کوي. چي ايران ته هم رسېدونکې دی. سره ددې چي په عراق کې دمتحده ايالاتو دپوځيانو د ستړيا نښي نښانې ليدل کيږي او وروستي پر مختياوي داسي څه وايې چې شايد دامريکا نوې اداره به دعراق په وړاندي پرخپلي راتلونکې ستراتژۍ نوې کتنه وکړي خو که متحده ايالات د ايران سره پر جګړه باندي په هره بهانه چې وي ټينګار وکې نودا به په يوه پراخه سيمه ايزه کشاله بدله سي چې ډېري نوري ستونزي به هم را وزېږه وې او کيداي سي چې ټوله سيمه د اور په لمبوکې را تاو کړي.
اخځنونه :
*د بي بي سي خپروني
*د( لوموند ديپلوماتيک ) د جنوري دمياشتي ګڼه
*د ايران د (مهر) خبريزه خپرونه
",د عراق ټولټاکني او د ايران راتلونکی !
1754,,"
ميرويس روغتون کندهار :
دڅونامي دزلزلي دمصيبت ځپلوسره دکندهاراوهلمنداوسيدونکودويني مرسته وکړه
دعامي روغتيادچارواکوپه حواله دکندهارڅخه ٥٠٠٠٠سي سي وينه اودهلمنددوﻻيت څخه ٥٢٠٠٠ سي سي وينه دهيوادولو لخوا تهيه اوکابل ته واستول سول٠
ټاکل شوې ده چي د ټوله شوې وينه به ډير ژر له کابل څخه په بهران ځپلو هيوادونو کي اړو ناروغانو ته وليږدول شي .
",د کندهار او هلمنداوسيدونکو وينه ورکړه
1755,خالدهادي,"
ذبيح الله خوګياني د ١٣٥٧ کال د ميزان د مياشتی په څلورمه نيټه د کابل په ښار کښي سترګی نړۍ ته پرانيستلی دي ذبيح الله خوګياني د ١٣٥٧ کال د ميزان د مياشتی په څلورمه نيټه د کابل په ښار کښي سترګی نړۍ ته پرانيستلی دي .
زده کړه ېې تر لسم ټولګۍ پوري په کابل کښي کړې ده وروسته مهاجرت ته اړ شو او د وطن د نورو ځوانانو غوندي ئې په ١٣٧٥ لمريز کال کي خپله مېنه پرېښوده او پېښور ته وکوچېد.
د هجرت او پردېسۍ سره سره ئې لسم يوولسم او دولسم صنفونه په پيښور کښي ولوستل او بيا ئې څلور کاله په ځانګړې توګه د طب درس ولوست او د انګليسي د ژبي په زدکړه هم بوخت وو
له وړکتوب څخه ېې د پښتو ادبياتو سره ځانګړي مينه درلودله او دا سبب و چي دې ئې هم شعر اوشاعرۍ ته اړ ويست :
ښاغلی خوګياڼۍ په پښتو او دري ژبو کي زيات شمېر اشعار ليکلي ا وويلي ، چي په دې نژدو کښي ئې د خپلو اشعارو يو ټولګه هم چاپ ته تياره کړې ده.
محترم ذبيح الله خوګياڼي اوس د امريکا د متحدو اياﻻتو د کاليفورنيا په ايالت کښي د خپلې ميرمنی او دوو ګلاليو بچيانو سره ميشت دی.
د شعر يوه نمونه په لاندي ډول ده :
غږ په ما کړه
ای د زړونو خريداره غږ په ما کړه
د مين زړګې قراره غږ په ما کړه
پټه مينه مي په زړه کښي بار د ربه
ای د ميني طلبګاره غږ په ما کړه
زه د ميني بتخانه زه دي مسجد يم
ای د ميني پرستاره غږ په ما کړه
سور مي نشته د رباب ماته نغمه يم
ای د ميني غزل خوانه غږ په ما کړه
چي ارمان ارمان څپو مي زړه توپان کړ
ای د ميني کشتی وانه غږ په ما کړه
زه ذبيح د عاشقۍ په دام کي ګيريم
ای د زړونو مدد ګاره غږ په ما کړه ",ذبيح الله خوګياني
1756,,"
",
1757,ا . پتری ( ډنمارک ),"
ا . پتری _ ډنمارک
نامتوډنمارکي ختيځپوه اوڅېړونکي کلاوس فرديناند،چې له څه دپاسه نيمې پېړۍ راهيسې يې په پرله پسې توګه دبشرپېژندنې په برخه کې څېړنې کولې،دروان زېږدي کال دجنورۍ په پنځمه دډنمارک په يوه روغتون کې ديوې لنډمهالې ناروغۍ له امله ومړ٠
دفقيدکلاوس فرديناندجنازه د٢٠٠٥ زېږديز کال د جنورۍ پريولسمه،دډنمارک په اغوس کې دفريدرېک کليساپه انګړ کې خاوروته وسپارل شوه ٠
دجنازې په دغومراسموکې دفقيد کلاوس فرديناندخپلوانو،دوستانو،يوشمېرډنمارکي اواروپايي ختيځپوهانو، دځينوعلمي اوکلتوري بنسټونواستازو،په اروپاکې دافغاني کلتوري ټولنودګډې جرګې استازي پلاوي اوپه ډنمارک کې مېشتو ځينوافغان قلموالواوروښانفکرانو ګډون کړې وچې شمېريې درې سووکسانوته رسېده٠
دتدفين دمراسموپه دويمه برخه کې،دمراسموبرخه وال ديوه موزيم تالارته وبلل شول چې لږه شېبه وروسته پکې دښاغلي کلاوس فرديناند يوشمېردوستانو ،همکارانو اومينه والو ديوې يادغونډې په ترڅ کې ،دهغه دعلمي ،کلتوري اوټولنيزشخصيت بېلابېل اړخونه ،په خپلوپېغامونو،يادونواويادښتونو کې وستايل چې په دغه لړکې په اروپاکې دافغاني کلتوري ټولنودګډې جرګه ګۍ دپيغام ډنمارکي متن ،دممتازارمان لخوا واورول شو٠په پېغام کې دپښتنوکوچيانودژوندوژواک په باب دښاغلي کلاوس علمي څېړنې ارزښتمنې اومړينه ېي لوېه تشه ګڼل شوې وه٠دفقيديوې همکارې وويل دا تالاردهغه دکلتوري اوعلمي زيارمېوه ده٠بلې بياوويل چې افغاني کوچيان دکلاوس دمينې وړ اولس و٠دفقيديوسپينږي ټولګيوال وويل افغان کوچيان دکلاوس دفکروخيال يادونواويادښتونومرکزي موضوع وه٠
خاوروته دفقيدکلاوس دسپارلودامراسم دورځې په دولسوبجو دشما ل د رنځوررنګي لمرپه تړمه رڼا کې پيل شوي ووخودامها ل چې ګړۍ پنځوته خوله جوړوله اوتورو ورېځودتورتم اويخنۍ غاښونه تېره کول ،مېلمنوهم لکه دکوچيانوکډې بارکړې٠
روح دې يې ښاد اوديادونوشونټۍ دې يې روښانه وي
",د ” نوميالي ډنمارکي افغانپوه “جنازه خاوروته وسپال شوه
1758,,"
د افغانستان د دري فلمونو ستورى عبدالغني چې د کاکا غني په نامۀ مشهور شوى و د ٧٩ کالو په عمر په کابل کې ومړ .
عبدالغني يو له هغو فلمي ستوريو څخه و چې فني زده کړي يې نه وې کړې خو په پاخۀ عمر يې په يو شمېر دري ژبو فلمونو کې ونډه واخيسته چې د فرانسې هنري جايزې يې پرې وگټلې .
د دۀ يو له وروستيو فلمونو د عتيق رحيمي (( خاک و خاکستر )) فلم و چې په فرانسې کې ډير وستايل شو .
په همدې فلم کې د ښه رول له امله ارواښاد عبدالغني ته جايزه ورکړل شوې وه . ",افغان فلمي ستورى ومړ
1759,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٤
کابل : د ولسمشر حامد کرزي په يوۀ فرمان کې راغلي دي چې د پخواني پاچا او د ملت د بابا محمد ظاهر شاه زوى ميرويس ظاهر د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د سلاکار په توگه ټاکل شوى دى . دا د ولسمشر محمد داود د حکومت تر نړيدو وروسته لومړى ځل دى چې د دغې کورنۍ يو غړى په دولتي څوکۍ گمارل کيږي .
د ولسمشر کرزي په فرمان کې سيد حسين فاضل سنگچارکي د اطلاعاتو کلتور د وزارت د نشراتو مرستيال ټاکل شوى او عمر سلطان د کلتوري چارو په برخه کې مرستيال نومول شوى دى .
نصرالله ستانکزى د همدې وزارت د گرځندوى د برخې مرستيال ياد شوى دى . ",د ظاهر شاه زوى د اطلاعاتو کلتور سلاکار وټاکل شو
1760,,"
",
1761,,"
شمله
د برتانيا په پلازمېنه لندن کې د افغان ادبي جرګې مهالنۍ (( شمله )) له چاپه راوتلې ده .
شمله د شهسوار سنګروال له خوا چاپيږي چې وروستۍ ګڼه يې د دريم کال او پرله پسې اتمه ګڼه بلل شوې ده .
په دغې ګڼې کې تر ډيره ادبي مطالب ځای شوي چې په لندن کې د ادبي غونډو او کلتوري فعاليتونو راپورونه هم ليدل کيږي .
",د لندن ( شمله ) چاپ شوه
1762,,"
",
1763,,"
",
1764,ولي شا طبيب _ کندهار,"
ولي شا طبيب _ کندهار: ١٤_جنوري _٢٠٠٥ ",کندهار: د بيا جوړوني بهير ته لنډه کتنه
1765,,"
",
1766,,"
",
1767,حبيب الله غمخور _ سويډن,"
د( مردم ) مياشتنۍ خپروني له ٨٢ يمي گڼي څخهژباړن : حبيب الله غمخور _ سويډن
هنديه يوه با احساسه او پر وطن مينه افغانه ښځه ده چي دافغانستان دبحران دشروع ( ١٩٨٠ ) څخه بيا تر اوسه پوري دنه ستړي کيدونکو تلاښونو په پايله کي يې په سلګونو زره ډالره دافغان يتيمو او بي سرپرستو ماشومانو سره مرسته کړې، يو ځل يي خپل نوم ندی اخيستی چي دا مرستي دچا اودچا دلور لخواليږل شوي دي.هنديه د ايټاليا د پلازمېني روم په ښار کي ژوند کوي، هغي پداسي حال کي چي افغانستان يي ندي ليدکي ولي دومره دخپل وطن او افغان ولس سره مينه لري چي د خپل عمر دريمه برخه دا وروستي ” ٢٥ ” کاله يي د هيوادوالو په ځاڼړي توگه د يتيمو ، بيوزلو او بي سرپرستو ماشومانو سره دمرستي په لاره کي تير کړي دي.پسله هغه چي دشوروي سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ او په نتيجه کښي يي افغانان ديار او دِيار (خپلوانو او وطن) پريښيدو ته مجبور شول او دپاکستان په کمپونو کښي يي دمهاجرت ستونز من ژوند اختيار کړ، هغي هم ملاوتړل ترڅود خپلوغمځپلوهيواد والو سره دژوند پدغو ستونزمنو شرايطو کي مرسته وکړي اود افغان ماشومانو لاس نيوی وکړي . دغه انساني هدف ته درسيدو لپاره هغې په ايټاليا اومختلفو هيوادو کي په عمو مي ټولنو ، ښونځيو او تعليمي موسسو کي په غم ځپلي هيواد افغابستان کي دماشومانو دژوند دستنزمونو او ناخواله شرايطو په هکله دلکچرونو په ورکولو سره په لسها وو زره دالره چي دنوموړي دلکچرونودورکولو په بدل کي يي ترلاسه کړي پاکستان ته د بيوزلو او يتيمو ماشومانو سره دمرستي په خاطر ليږلي دي. حيرانونکي خبره خو لادا هم ده چه هنديه په روم کي د خپل کور دناستي سالون هم افغاني گوډو ،شلو او ړندو ماشومانو ته وقف کړي و . او پخپله يې دهغوي سر پرستي کوله ،دنوموړي دنږدي دوستانو څخه يو تن وايي : هغي دخپل کور دميلمستون د پذيرايي په اطاق کښي هم ددې پر ځاي چي دميلمنو دناستي لپاره موبل او فرنيچر ايښۍ واي څلور چپر کټه ايښي وه او هغه افغان ماشومان چي د ايټاليې روم ته دلاس ، پښو او سترگو ددرملني لپاره راوړل کيده او سر پرست يي نه درلود هنديي هغوي خپل کورته راوستل او هلته يي دهغوي سر پرستي پخپله کوله.
يوه ورځ هنديې ماته وويل : (ماشومان چي پښه نه لري يو کال پکار دي چي دپښي هډوکي يي جوړ شي او که ضرورت پيداشي چي بايد پښه يي قطعه شي او مصنوعي پښه پيوندشي بيا هم يونيم کال مرستي او تداوي ته ضرورت لري، ميرمن هنديې دوه ماشومان هر يو نفيسه او ښاديخان چي پښي يي قطع کيدي او نوري مصنوعي پښي ورته پيوند کيدي خپل کور ته راوستل او دوه نيم کاله يي دهمدغو ماشومانو سرپرستي يعني هغوي ته ډوډۍ ،درمل، دخوب بستر ترتيبول او دهغو منظم پريولل دا ټول کارونه هغي پخپله سرته رسول .تر اوسه ايټاليا ته داشان ماشومان ” ٦٥ ” تنه راوړل شوي چي دهغه جملي نه يي ” ٤٠ ” نفره هنديي خپل کور ته بيولي او ديوي مياشتي نه تر دوه نيم کاله پوري هغي ديوي مهرباني مور په څير دهغوي روزنه او پالنه کړي ده. هنديې يو وخت ماته په تليفون کي د افغاني ماشومانو په اړه داسي وويل : دا ماشومان دحمام کولو په وخت کي دځان لو څولو په خاطر شرميږي،هغه چي لاس لري ولي پښه نلري کولاي شي د هغه سره چي لاس نلري مرسته وکړي ولي هغه نه حاضريده چيد هغه سره مرسته وکړي هغه صابون او کيسه کړي،ځکه زه مجبوره يم دهغوي سره مرسته وکړم. ميرمن هنديه دماشومانو سره ددغه شان مرستو کولو څخه هيڅ کله نده ستړې شوې ، دداشان کارو څخه چي مور او پلار هم کله کله خسته کيږي ولي هنديې هېڅ وخت شکايت ندي کړي،او دا څورلس کاله يي دبيوزلو او بي کسو يتيمو ماشومونو سره داشان مرستي کړي. هر وخت چي زه د هنديي ”دافغانستان” سره خبري کوم او دهغي څخه تپوس کوم چي څه پروگرام لري هغه په ځواب کي راته وايي : پلاني ښار ته ځم او هلته دافغانستان دماشومانو په هکله کنفرانس لري غواړم چي دنړيوالو پام دهغوي دژوند شرايطو او ددوي سره مرستو ته راوگرځوم ، دهغي نه مي يو وخت پوښتنه وکړه ته دا مرستي څڼه هغوي ته رسوي ؟ هغه جواب راکوي او وايي : يو امين او پاک لاسي سړی چي افغانستان ته ځي د هغه پواسطه يي ليږم تر څو يتيمو او بيوزلو ماشومانو ته ورسيږي.دهغي وروستۍ مرسته کابل ته نږدي په تڼي قلعه کي ديو مکتب جوړيدل دي چي د نهو سو ٩٠٠ زده کووکو لپاره ددرس ويلو ځاي ولري د ديرشو زرو يورو په شاوخواکي يې پيسي ور ليږلي دي . هنديه ددا شان مرستي پيسي د هغو لکچرونو په بدل کي پيداکوي کوم چي دنړۍ په نورو هيوادو کي يي د افغانستان په هکله ورکوي وي .هغي وويل : ما په ژينو او ويانا کي کنفرانسونه ورکړه او پيسې مي د يوي بهرني ساختماني شرکت په بانکي حساب کابل ته وليږلي ، هغه وايي : هر وخت چي زمانه غوښتل کيږي چي زه کنفرانس ورکړم دهمدغه کنفرانس په مقابل کي ماته پيسي راکوي او زه دغه پيسي افغانستان ته ليږم، په ٢٠٠٢ کال کي مي لس زره ډالره دسردار ولي دلور حميرا په لاس وليږلي تر څو په افغانستان کي بيوزلو ماشومانو ته ورسيږي ، علاوه پر هغه په ٢٠٠٣ کال کي مي دايټاليا په نورو ښارو کي کنفرانسونه ورکړه چي ديوه لکچر په مقابل کي يي 3200 يورو دبل په مقابل کي ٥٠٠٠ يورو اوبل ٧٠٠٠ يورو تر لاسه کړي او ټولي پيسي مي دمکتب دجوړولو لپاره وليږلې . هنديه وايي غواړم په راتلونکي کښي پيسي ټولي کړم اوهغوبي سر پرسته نجونو سره چي دشپي تيريدو ځاي نلري مرسته وکړم تر څو دلوږي مړي نشي .ميرمن هنديه اوس ٧٥ کاله عمر لري په دغه سن او سال کي انسان پخپله خدمتګار او مرستندوی ته اړتيا لري ولي هغه پخپله د خپلو هيوادوالو په چوپړ کي ده . دهغو هيوادوالو چي دا يوه کلنه وه دمور پلار ورور او خوندو سره يو ځاي له خپل پلرني وطن افغانستان نه تبعيد کړه شوه ، پداسي حال کي چي ددوي گناه يوازي د افغان ولس آزادي سرلوړي او ارامي وه نه بل څه !!! دادهغي گران پلار او مور اعلحضرت امان الله خان او ملکه ثريا او دهغوي اولادونه وه چي دپرديو په لمسون دمور يعني افغانستان له غيږي نه فرار ته مجبور شول . هنديه ” دافغانستا ن ” د ايټاليادروم په ښار کي لويه شول . په ځوانۍ کي يې د يوه ايراني کاظم ملک سره واده وکړ، دواده ثمر يي دوي لوڼي دي چي يوه يي ثريا اوبله يي همدم نوميږي.هغي پسله هغه نه چي د کاظم ملک نه جلا شول د ډاکټر روف افغان سره واده وکړ او خداي يو زوي ورکړ چي نوم يي سکندر دي ،اوس هغه دسکندر سره يو ځاي دروم په ښار کي ژوند کوي .ميرمن هنديه په ايتا لوي،فرانسوي او الماني ژبو پوره پوهيږي ،په فارسي ژبه خبري کولاي شي خو ليکل او لوستل پري نشي کولاي . دا فداکاره شهزاده گي چي ملکي ثريا ورته پخپلو پاکو شيدو کي دوطن پرستۍ او افغان سره دميني درس ورکړي دي . دهغي قدرمن ياد دي هميشه وي . حبيب الله غمخور :درنو لوستونکو دا مطلب د” مردم ” د مياشتنۍ خپروني په ٨٢يمه گڼه کي چي په امريکا کي خپريږي چاپ شوي ما تر لوستلو وروسته پريکړه وکړه ددي اتلي افغاني ښځي او افغان ولس ته گران او دافغانستان دخپلواکۍ دگټونکي غازي امانالله خان لور چي د ګران هيواد افغانستان دآزادۍ او افغان ولس دارامۍ د داخلي اوبهرنيو دښمنانو پواسطه دخپلي قهرماني او پر وطن ميني کورنۍ سره يوځاي وطن پريښودلو ته مجبور شوي وه او په حقيقت کي هغه وخت په هيڅ نه پوهيده وړه ماشومه وه ، خو داچي دغيرتي او پر وطن ميني کورنۍ لور او د افغاني باشهامته او ميړنۍ مور شيدي يي رودلي ٧٥ کلونو او په زرگونو کيلومتره فاصلي او له وطن نه ليري والۍ هغه له وطن او افغان ولس نه ليري او بېګانه نه کړه ، ددې دفداکاريو او خدمتونو دا لنډ ياد په پښتو هم تر جمه کړم ،تر څو زموږ هيواد وال پدي پوه شي : لمړي دغازي امانالله خان اولادونو وطن او ولس ندې هير کړي له بده مرغه زما په گډون موږ هغوي هير کړي دي، يوازي په کال کي يو ځل د امانالله خان نوم د خپلواکي دياد په مرا سمو کي اخيستل کيږي اوبس.دوهم : ولي تر اوسه دنوموړي دداشان انساني مرستو په هکله د نړۍ ټول په اصطلاح آزاد مطبوعات او ليکوال چوپه خوله پاته دي ؟ ايا تر اوسه هم زموږ دهيواد دآزادۍ او ترقۍ دښمنان دومره توان او طاقت لري چي زموږ څخه خپل پخوانۍ تاريخ ورک او هير کړي؟ اوددوي يعني بهرنيانو د تاريخي عقدو دسرته رسولو په خاطر افغان ولس سره دغازي امانالله خان د درنې کورنۍ دغړو مينه او علاقه په ځانګړې توگه د جګړي ځپلو ماشومانو او يتيمانو سره دمرستو رسولو او د هغوي افغاني احساس څرگندولو په هکله افغان حق شناس ولس ته دمعلوماتو دورکولو څخه ولي څوک ډار لري او ټول چوپ دي؟ هغوي بيا په افغانستان کي پاچاهي نه غواړي او نه هم دسياسي موخو پر اساس دافغان بيوزلو ماشومانو سره مرستي کوي او ديتيم خو بيا هيڅ هم په وس او اختيارکي نشته چي دوي ته يي ورکړي . زه پدې باور يم چي که کوم جنګسالار ، دتنظيم مشر او يا کوم دقدرت پر گدۍ ناست يا بهرنيو ملاتړوډيره لږه مرسته هم کړې وای راډيو گاني او مطبوعاتي خپروني به يې په تبليغ ستړي شوي واي او زموږ غوږونه به يي کاڼه کړي واي .ددغه موخي په اساس چي رښتيا رښتيا دي افغان نمک حلال او حق شناس ولس بايد په هر څه خبر شي ما دا لازمه وبلل چي بايد دا مضمون په پښتو تر جمه شي او د ويبپاڼو له لاري ټول لوستونکي ددې درنې او وياړلي کورنۍ په ځانګړې توگه دگراني خور هنديه ”دافغانستان” په اسلامي او ملي چوپړونو خبر شي .تير زېږديږ کال د اگست دمياشتي په يويشتمه کله چي دجرمني دکلن پښار کي د غازي امانالله خان دهيواد دسياسي استقلال د گټونکي او خپلواکۍ د تر لاسه کولو دخاطري د ياد د ٨٥يمي کليزي دياد په غونډه کي ميرمن هنديه ” دافغانستان” وليدل او دهغي سره مي خبري وکړي دوطن پرستۍ او افغان دوستۍ هغه احساس چي ما دنوموړي او ددي د ورور”شهزاده احسان الله ” په خبرو کي وليد زما لپاره دداشان پاک احساس څرگندوني ليدل لمړۍ ځل ړ چي اوس يي دلته ليکل ضرور او پر ځاي نه بولم دومره يادونه کوم : کله چي هغي دافغانانو او هيواد سره دخپل پلار، مور، ځان او کورنۍ دميني خبري اود افغانانودغمځپلي ژوند په هکله څرگندوني کوولي په سترگو کي يي له ورايه اوښکي معلوميدي. هيله مي داده چي دغازي امان الله خان کورنۍ اود هغوي کړني زموږ دهيواد نه هيريدونکي تاريخ په توگه تل ژوندۍ وساتل شي اوزموږاوسنۍ نسل ددوي په ژوندون او کړ نوخبراوسي ، خير دی که هغوي زموږدهيواد داستقلال ددښمنانو نه خوښيږي ولي دا بايد هير نشي چي هغوي زموږ دهيواد او تاريخ وياړ دي ،هغه ملت چي پخپل تاريخ نه پوهيږي او يا هغه ته دقدر په سترگه نه گوري زما په فکر هغه دخپل هيواد په جوړيدو کي کوم رول نشي لوبولاي او نه وطن ورته گران وي .زموږ دهيواد په تير تاريخ پوهيدلز موږ ټولو لپاره ضروري کار دي ،تر څو دهيواد په تاريخ پوه نه شو او هغه ته داحترام او درناوي په سترگه ونه گورو داستونزي نشو حل کولاي ",دغازي امانالله خان د لور” شهزادګۍ هنديه د افغانستان “انساني مرستي !
1768,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ٢٥
کابل : د شمالي اتلانتيک د تړون استازې وايي چې دوى غواړي له کابله خپل سوله ساتى ځواک نور هم وغځوي او دا ځل به يې هوډ دا وي چې د افغانستان په لويديځ کې ځواکونه ځاى پر ځاى کړي .
ناټو د افغانستان په لويديځ کې هغه ولايت ياد نه کړ چې دوى ورته د خپلو ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو هوډ لري .
داسې گومان دى چې په لويديځ کې به د هرات ښار هغه ځاى وي چې سوله ساتى ځواکونه پکې ځاى پر ځاى شي .
ناټو په همدې ترڅ کې د افغانستان ماموريت بريالى بللى دي او وايي د پخوانيو ويرو خلاف اوس په افغانستان کې ستونزې مخ په ختميدو دي .
دوى دا هم وويل چې د افغانستان لويديځ ته به ځواکونه ښايي د ژمي په پاى کې وليږدوي . ",ناټو د افغانستان لويديځ ته خوځي
1769,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٥
کابل : د جوزجان ولايت د سفر پر وخت افغانستان ته د متحدو ايالاتو شفير او د ولسمشر بوش ځانگړي استازې زلمي خليل زاد اعلان وکړ چې امريکا به د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لگښت په دغۀ ولايت کې يو برېښنا کوټ جوړوي .
ښاغلى خليل زاد د جنرال دوستم پلارنۍ ولسوالۍ ته د غځيدلې يوۀ سړک پخول هم په غاړه واخيستل او ويې ويل چې دغه څلور کيلومتره اوږد سړک به د متحدو ايالاتو په پيسو پخيږي .
زلمي خليل زاد له جنرال رشيد دوستم سره يوازې هم وکتل ، خو په شبرغان کې د جنرال دوستم يو شمير پلويانو ښاغلي خليلزاد ته د افغانستان د کابينې په باب شکايتونه وکړل او ويې ويل چې گواکې د دوى په وينا يوۀ قوم ته ډير ځاى ورکړل شوى دى . ",امريکا په جوزجان کې برېښنا کوټ جوړوي
1770,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٦
کابل : د پکتيا والي اسد الله وفا وايي په لويې پکتيا کې ( خوست ، پکتيا او پکتيکا ) کې په سلگونو طالبان چمتو دي چې خپلې وسلې پر مځکه کيږدي او عادي ژوند ته راستانۀ شي .
ښاغلي وفا وويل دغه طالبان او قومي مشران سره په خبرو بوخت دي چې له دولت سره د دۀ په وينا ستونزې د خبرو له لارې حل کړي .
د پکتيا والي په افغانستان کې د امريکا له سفير زلمي خليلزاد څخه وغوښتل چې د لويې پکتيا د خلکو غوښتنه دا ده چې عادي ژوند ته ستانۀ شوي طالبان بايد د ايتلافي ځواکونو له لورې ونه ځورول شي .
خبري سرچينې وايي چې د لويې پکتيا په درو ولايتونو کې تر ١٠٠٠ ډير کسان په تېرو ١٨ مياشتو کې وژل شوي دي .
دا وژنې د القاعدې او طالب خواخوږيو ، دولت او نړيوالو ځواکونو ترمنځ جگړو کې شوې دي .
",د پکتيا والي : طالبان وسلې پر مځکه ږدي
1771,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٦
کابل: د روسيې د دفاع وزير سرگې ايوانوف ويلي دي چې له طالبانو سره تش په دې نامۀ چې منځلاري لري جوړ جاړى بايد ونه شي .
ښاغلي ايوانوف په يوې غونډې کې د خبرو پر وخت د افغانستان نوې کابينه پر قومونو سمه وېشل شوې بللې خو وايي چې بايدد لږکيو ځينو مشرانو ته هم په کابينه کې ځاى ورکړل شي .
دوى د دغو مشرانو نوم وانه خيست خو ښايي جنرال رشيد دوستم او محمد محقق به يې ياداوۀ .
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د نوې کابينې تر اعلان وړاندې په هند کې د خبرو پر وخت د روسيې د دفاع وزير ويلي و چې گواکې افغان حکومت د دۀ په وينا د يوۀ قوم په ولکه کې دى .
دا هغه خبره وه چې کابل پرې غصه ناک غبرگون وښود . ",روسيه وايي له طالبانو سره جوړ جاړى خطرناک دى
1772,,"
",
1773,,"
",
1774,,"
",
1775,ډاکټر فاروق اعظم _ لندن,"
( البقره : ١٨٧ )
ښــــــــــځه ستر د سړي ده ، دی ددې يو د بل حيا ساتــــــــی کوي پردې
لکه چا پوري مښتي وي جامــــــــې هسي ټينګ سره موښتي يې نامې
نر او ښځه اړيکي لـــــــــــــري ژوري يو له بله په ګډه ژوند شير وشکري
په دنيا کي سره ګډ د ژوند ملګري اخرت کـــي هم يو ځای به سي بللي
دريغه څوک چي دوه ياران جلاکوي يا په منځ کي يې فتنې پيدا کوي
سل افسوسه که دوی خپله نه چليږي يو او بل ازاروئ کړي لغــــــــــازونه
د چا ژوند چي وي د بد ميړه په کور تر ها کور بوله په سل واري ښه ګور
بده ښځه هم د چا نه کړي مــــــــيرمن چي پر دې دنيا دوزخ د غم بړستن
ښه ميړه دی بېله شکه غټ رحـــــمت او ښه سځه ده بېشکه لوی رحمت
ګوره ! ښه ښځه د ښه سړي په خوا کي جنت دادی پريشانيو په دنيا کي
",ښه کورنۍ
1776,,"
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغان فرهنګيان لګيا دي د خپلې ملي فرهنګي شتمنۍ د پراخولو په موخه علمي او اکاديميک کتابونه يا په خپله ليکي او يايې له نورو ژبو څخه ژباړي.
په هېواد کې بدلنونه د علمي او فرهنګي فعاليتونو د پاره ورځ په ورځ شرايط لا ښه کوي او دا هيله به بې ځايه نه وي چې په راتلونکو مياشتو کې به دا لړۍ ډېره پراخه شي.
د افغان فرهنګيانو او پوهانو تر منځ د علمي همکارۍ او تفاهم د اسانه کولو په موخه مونږ د ټولو افغاني پوهانو څخه هيله کوو چې د خپلو روانو علمي څېړنو په هکله مونږ ته لازم معلومات راکړي چې مونږ يې دلته د وطن والو د خبرېدا له پاره پر کرښه کړو.
په دې توګه به څېړونکي يو د بل له کارونو څخه خبر شي، يو تر بله به سره همکاري وکړای شي، د څېړنيزو موادو د لاسته راوړلو چاره به اسانه شي، د تکراري کارونو د ډېرېدو مخه به ونيول شي او زمونږ د پوهانو وخت او انرژي به، چې د هېواد تر ټولو ارزښتناکه شتمني ده، په لا اغيزمنه توګه په کار واچول شي.
له بل پلوه به د غه د روانو څېړنو د پېژندګلوۍ بين الافغاني زېرمه د ډېرو زده کونکو د پاره هيله بخښونکې معلوماتي سر چينه وي.
د روانو علمي څېړنو د پاڼې چلوونکی د فرانسې د ختيځو ژبو او مدنيتونو د ملي انستيتوت د پښتو څانګې غړی نجيب منلی دی. کولای شئ چې په دې پته ورسره اړيکي ټينګ کړئ : manalai@benawa.com
",د روانو علمي څېړنو پاڼه پرانستل کيږي
1777,,"
ولي شا طبيب کندهار:
دجمعي په ورځ دجدي دمياشتي پر ۲۵ نيټه دکندهار دطبي ډاکترانو ټولنه تاسيس سوه ، په نوموړي غونډه کي چه دماپښين پر دوو بجو دکندهار په ښاري پولي کلينيک کي ترسره سوه يوتعداد ښځينه او نارينه ډاکترانو برخه اخيستي وه ، مؤسيسه غونډه دکلام الله دڅومبارکو ايتونو په طلاوت سره پيل سوه ،دغونډي اجنډا برخه والو ته واورول سوه ، او دغونډي مشرتابه هيئت وټاکل سو ، دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني اساس نامي ټول ۳۸ مادي غونډي ته واورول سوي او دبرخه والو وړانديزونه ته مثبت جواب وويل سو او اساسنامه په ډير لږ توپير سره درايو په مطلق اکثريت سره تصويب سوه ، وروسته دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني ريئس ،معاون او داجرايئه کميټي غړي دمستقيمو ،ازادو او پټو رايه ورکولو سره وټا کل سوه ، دکندهار دطبي ډاکترانو ټولنه به دلاندي موخو يا اهدافو په رڼا کښي او داساسنامی په حدودو کښي خپلي دندي ترسره کوي :
۱:انساني کرامت ته په احترام سره روغتيايي خدمات و اړو خلکو ته وړاندي کړي .
۲:دډاکترانو علمي اومسلکي سويي ته ارتقا ورکړي .
۳:ددوي دخپل منځي همکاري روحيه پياوړي کړي
نوموړي غونډه دماښام پر شپږو بجو په بري سره پای ته ورسيده
د غونډي ځيني برخي په انځورونوکي :
",دکندهاردطبي ډاکټرانوټولنه تاسيس شوه
1778,,"
مرغومی ٢٧
د کنړ دولايت د سابندۍ په غرنۍ سيمه کي د ائيتلافي ځواکونو يوه بې پېلوټه الوتکه پرون د مرغومي دمياشتي پر ٢٦ نېټه رالوېدلې ده ، ديوې اوونۍ په اوږدو کي دا دوهمه بې پېلوټه الوتکه ده چي راوليږي .
د سيمي د اوسيدونکو په وينا ، دې الوتکي په په سيمه او د ډيورنډ د کرښې د دواړو خواوو پر سرونوپټي الوتني کوي ، او مالومات تر لاسه کوي .
د کنړ ولايت ، د امنيې قومندان په وينا ، الوتکه راغورځول شوې نه ده ، بلکي دتخنيکي ستونزو له کبله رالوېدلې ده .
",په کنړ کي الوتکه رالوېدلې ده
1779,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٧
کابل: د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت مخکيني سلاکار او د دري ژبې کيسه ليکوال رهنورد زرياب د مطبوعاتو د يوۀ کميسيون مشري رد کړه .
ښاغلي زرياب وويل د دۀ په وينا دا کميسيون هيځ مانا نه لري .
دۀ گيله وکړه چې کار اهل کار ته تش يو شعار دى که نه نو ولې د پخواني پاچا زوى ميرويس ظاهر د اطلاعاتو و کلتور د وزارت سلاکار ټاکل شوى دى .
رهنورد زرياب تور ولگاوۀ چې گواکې ميرويس ظاهر نه په پښتو پوهيږي او نه په دري ژبه غږيدى شي .
د يادونې وړ ده چې ميرويس ظاهر په دې وروستيو کې د رهنورد زرياب پر ځاى ټاکل شوى دى . ",زرياب د ظاهر شاه د زوى ټاکل غندلي دي
1780,,"
مرغومي ٢٧
سږکال تر اوسه پوري تر شل زره ډير افغاني حاجيان حج ته رسيدلي دي ، او لا يو شمير نور يې په هيواد کي د تللو لاري څآري .
تيره اوونۍ په کابل کي هغو حآجيانو کوم چي دحج سفر يې تر خپل وخت ځنډيدلی و ، د کابل په ښار کي په لاريونونو لاس پوري کړی و .
له بلي خوا نړيوالو رسنيو خبر ورکړی دی چي په مکه مکرمه کي هم افغاني حاجيان له ستونزو سره لاس او ګريوان دي ، دوی د خپلو لارښوونکو ( معلمانو ) څخه سر ټکوي ، او همداډول وايي چي په هستوګنځاينو ، روغتيا ، خوړو ، او حج د مناسکو په پوهيدلو کي ستونزي لري .
يوه حاجي وويل چي يو شمير حاجيان خپل لارښوونکي په ورځو ورځو نه شي پيدا کولای ، او هم ځيني حاجيان د ناوړه خوړو له کبله په يو شمير ناروغيو اخته شوي دي .
په کابل کي د حج او اوقافو د وزرات وياند دا نيوکي رد کړې ، او ويې ويل چي کله چي پاتي حاجيان هم ورسيږي ، د حاجيانو سره به يې همکاري نوره هم زياته شي . ",حج ته رسيدلې حاجيان ستونزي لري
1781,حبيب الله غمخور سويډن,"
١٣٨٤ د غبرګولي اوله نېټه ( ژباړونکی حبيب الله غمخور - سويډن )
له روسي ژبي ايزويستيا ((IZVESTI ((ورځپاڼي څخه
مطلب ليکونکی : باريس پيلياڅين
دجاپان لرغون پيژندونکو په مصر کښې ډير پخوانۍ موميايي شوي مړۍ بدن وموند!
دمصر دتوريزم وزارت خبر ورکړ پدې ورستيو کې دجاپان د ((باسيدا )) دپوهنتون دلرغون پيژندني هغه گروپ چي دلسو کالو راپدې خوا دتاريخي اثارو او ابداتو په پلټنه بوخت دي دقاهرې دښار جنوبي برخي په ٨٠ کيلومترۍ کښي د پخوانۍهديرې په يو قبر کښي ديوه نارينه مړي بدن پداسي حال کي چي په تابوت کي پروت ؤ پيداکړ .
ددې تحقيقاتي گروپ مشر ښاغلی((ساکيدزي ايسيمورا)) وويل ،موږ دلرغون پيژندني دکيندنو په پايله کي چي د ((داسخير)) دسيمي په يوه پخوانۍ کليواله هديره کي مو تر سره کړې ديو نر داسي بدن چي په تابوت کي پروت و وموند ،دا جسد هيڅ ندی خراب شوی اوتر اوسه پوري په ښه شان ساتل شوی دی .
داسړی هغه څوک دی چي تر افسانوي فرعون ((توتانخامون )) يې ډير پخوا ژوند کاوه ،دده دبدن په هکله تر علمي څيړنواو پلټونو وروسته دا څرگنده شوه چي نوموړې د ميلاد څخه مخکي ( قبل الملاد ) څوارلسمي پيړۍ په دوهمه نيمايي او دپنځلسمي پيړۍ په شرع کي دلته ژوندکاوه ، او ديو شمير بيلگو نه داسي څرگنديږي چي نوموړي شخص يو دولتي جگپوړی چارواکی و.
دنوموړي سړي دسر برخه د سره او زرغونه رنگه ماسک پواسطه او دبدن پاتې برخه ئي په زيړرنگ پوښل شوي ده .
بايد يادونه وشي چي په مصر کښي دداشان موميايي شوو جسدو دپيداکيدو خبرونه يو په بل پسي خپرېږي .
دتير عيسوي کال په اخير کي يوه بل دلرغون پيژندني گروپ د((اوزيسي بحريه )) په نوم يوه سيمه کي چي دهيواد په لوېديځ کي پرته ده ((٢٠ )) موميايي جسدونه په يو پخواني قبرستان کي پيداکړه چي ددغو جسدو سابقه ٢٠٠٠ کالو ته رسيږي . تاريخ څيړونکي او پوهان دا لويه علمي بريا او لاسته راوړنه بولي .
",د سلګونو پيړيو وروسته يو موميايي شوی مړی پيداشو
1782,محمدحسن حقيار_ ننګرهار,"
غــــــــــــــــــزل
دا چې څڅــــــــــــــيږي سپين غمي غمي له هاره چينه
مونږه وه غوښــــــــــــــتې سپينو لپو کې له ياره چينـه
دسهار ستــــــــــــــرګې يې ړندې کړې په تيارو ميـينو
مونږ ته ښـــــــــــــــــــکاره نه شوله دلته تر سهاره چينه
دآشــــــــــــنا سترګو کړل په سترګو کې رودونـه روان
او بــــــــــــياهم سترګو کړه په سترګو کې مهاره چينه
داشيـــن چمن منګى ترڅنګ ،وربل کې ګوتې وهي
دکلي مستـــــــــــــــــو پيغلو کړه ځانته هنداره چيـنه
دحسيـــــــــــــــــــــــــني هوډ ليوني اوجل وهلى مـنزل
خدايه ته کړې! دعشق کاروان ته ټوله لاره چينـــــه
اوس د هوسيو اوښکې څښي زمونږ په غرو کې شپانه
دتقدير(( ديو)) ترې تښـــــــــــــــــتولې ده حقياره چينه
١٣٨٢ -٦-١٤ ",د هوسيو اوښکې
1783,,"
",
1784,,"
مرغومی ٢٧ کابل
د ستري محکمې يوه مامور خبر ورکړی دی چي اتيا تنه زندانيان د ګوانتانامو له زندان څخه تر يو لړتحقيقاتو وروسته کابل ته راليږدول شوي دي ، او ژر به خوشي شي .
خو دا خبره د محکمې د مامور له خوا بيرته واوښته ، او ويې ويل چي نوموړي کسان د ګوانتامو څخه نه ، بلکي د کابل د باګرام د هوايي اډې څخه خوشي شوي دي .
نوموړي زندانيان ټوله نارينه و ، او د طالب او القاعده سره د تړاو په تور په بېلابېلو سيمو کي نيول شوي وو ، چي له تحقيقاتو وروسته د ائېتلافي ځواکونو له خوا د باګرام د هوايي اډي څخه د سترې محکمې ته سپارل شوي دي ، او ويل کيږي چي ډير ژر به خپلو کورونو ته ستانه شي .
په دې اړه دولت يا ائیتلافي ځواکونو لا تر اوسه څه نه دي ويلي . ",يواتيا تنه زندانيان خوشي شول
1785,,"
سعودي عربستان ٢٧ مرغومی
د سعودي عربستان دولت خبر ورکړی دی چي ، راروانه چهار شنبه د عرفات ورځ او پنجشنبه (( ٢٠ _ جنوري ٢٠٠٥ = د ١٣٨٥ لمريز کال دسلواغې د مياشتي لومړۍ نېټۀ )) د لوی اختر لومړۍ ورځ ده .
",لوی اختر
1786,,"
کابل . ٢٧ مرغومی
داطلاعات او کلتور وزير سيد رهين مخدوم ولسمشر کرزي ته وړانديز کړی و چي د په ټولو دولتي خپرونو کي به د پښتو اودري تر څنګه يو شمير نوري سيمه ايزي ژبي هم لکه ازبکي ، هزارګي ، ترکمني ، پشه يې ، نورستاني ، بلوڅي او يو شمير نوري ورزياتوي ، او انډول په لاندي ډول ساتي :
پښتو ٤٠٪
دري ٤٠٪
سيمه ايزي ژبي ٢٠٪
د اطلاعات او کلتور وزير انيس ورځپاڼي ته ويلي دي چي د ولسمشر له خوا يې وړانديز منل شوی دی ، او په راتلونکي کي به د ژبو انډول ته پاملرنه کوي .
انيس ليکلي دي چي ريس مخدوم داسي وړانديزونه ، او ژمني تر دې مخکي هم کړي دي خو پايله يې نه ده لرلې .
د اطلاعاتو اوکلتور پر وزير د تيرو دريو کلونو راپه دې خوا د مطبوعاتو د سانسور ، ليکوالوسره د ناوړه چلند، او ژبو د انډول نه ساتلو پرله پسې تورونه لګېدلي دي .
او له همدې کبله تيره مياشت ښاغلي عبدالحميدمبارز د اطلاعاتو اوکلتور په وزارت کښي له خپله کاره استعفی ورکړه . ",اطلاعات او کلتور دژبو د انډؤل ساتلو ژمنه کوي
1787,,"
کندهار٢٧ مرغومی
د کندهار ولايت اوسيدونکو هغه خبر په کلکه رد کړی دی کوم چي وايي د کندهار ولايت او ولسواليو د اوسيدونکو د سرشميرني کار پای ته ورسيدی .
دکندهار ښاريان وايي ، دا کار نه يوازي دا چي ددوهم ځل لپاره پای ته ورسيدی ، بلکي تر اوسه پيل شوی نه دی .
يو ښار او ولسواليو يو شمير اوسيدونکو ، دمسجدونو امامانو ، او د ماموريتونو ، مامورينو ، او دکاندارانو نو نه د پوښتني په ځواب کي ټولو دا څرګنده کړې ده چي په کندهار کي يې نه د لومړي او نه د دوهم ځل لپاره د سرشميرني کارکوونکي ليدلي دي .
د کندهار اوسيدونکي فکر کوي چي کيدای شي هيئت کندهار ته راغلی وی خو سرشمېرنه د کندهار ولايت په هيڅ کومه سيمه کي نه ده تر سره شوې .
",د کندهار اوسيدونکي د سرشميرني راپور نه مني
1788,,"
د امريکا د کليفورنيا د ايالت څخه دخپريدونکې دوې مياشتنۍ ( هيواد) خپروني ددوهم کال دوهمه ګڼه د ښاغلي محمد داود عابدي په مشري ، او سلطان محمود صلاح په مديريت له چاپه راوتلې ده .
نوموړې خپرونه سياسي ، ټولنيز او يو شمير ديني ليکني اوڅېړني خپروي .
د ( هيواد ) وروستۍ ګڼه په ٤٤ مخونو کي د ١٥ سرليکونو سره چاپ شوې ده .
دهيواد سره په لاندي پتو اړيکي ټينګ کړئ .
برېښناليک grang1312@yahoo.com
ټيلفون ( پاکستان) 03005921322
ټيلفون کليفورنيا:8184687105
",(هيواد) دوې مياشتنۍ
1789,,"
",
1790,,"
مرغومی ٢٧
د رويټر خبري اژانس خبر ورکړی دی چي هغه ٨١ تنه بنديان کوم چي نن سهار د افغانستان د باګرام د هوايي اډې څخه ستري محکمې ته ورسيدل ، د ژورناليستانو سره تر يو لړ خبرو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوه .
په نوموړو بنديانو کي د يو کال څخه بيا تر لسو
ورځو پوري په بند کي پاته شوي کسان وو .
بنديانو د زندان د کارکوونکو د وضعي څخه شکايت نه درلود . له دوی څخه يو شمير کسانو وويل چي اوس هم نه پوهيږي چي ولي نيول شوي وو .
",٨١ تنه ، افغاني زندانيان خپلو کورونو ته ستانه شول
1791,,"
",
1792,,"
",
1793,,"
",
1794,,"
",
1795,,"
",
1796,,"
",
1797,صفيه حليم _ لندن,"
ميداس
زرگونه کاله کــــــيږي چي په يونـــــــان کښـــي دميـــــداس په نـــوم يو پاچـــــــا حکــــــــــومت کاوه، دده خــــــزانه د سرو زرو ډکــــه وه او ســــــره زر يې ډېـــــــر خوښــــــېدل. يوه ورځ دخـــــــــپلي ماڼۍ پــــــه باغ کي ناســـــــت وو چــي نابـــــــــبره يې يــــــــو بوډا ســــــړى مخـــــــــي تــــه ودرېـــــد، يو نانيــــــانو پــخوا په اســــــــطورو او ارواحــــــانو ډېــــــره عقېـــــــده لرله او مـــــــيداس خبـــــــر سو چي دا بـــــــوډا سړى سالـــــــي ينس نومېــــــــــده چي خلـــــــکو ته بــــه يې خېر رســــــاوه. ميداس دده په لــــــــــېدو خوشالــــــــــه سو او دده ښـــــــــه درنـــــــه مېـــــــــلمستـــــــــيا يـــې وکــــــــــړه. سالــــــــــي ينـــــس تـــــــرڅـــــو ورځـــــو پوري دده ميــــــــلمـــه وو او ډېـــــــر تــــرې خوشــــاله سو. کـــــله چـــــي دده د ټ وخــــــت ســـــــو نو د ميـــــــداس نه يــــــې پوښتــــــــنه وکـــــــړه چــــــي کــــه څـــه غـــواړي نــــو زه به ستـــــــا ارمان پــــــــــوره کــــــړم. ميــــــــداس هم دغـــــــه غوښتـــــــــل . ورتــــــه يې ويــــل : زه غـــواړم چي ډېــــــر سره زر ولـــــــرم.که داســـــــــي وسي چي هرشــــي ته لاس وروړم هغه دي د ســـــــــرو زرو سي نو زه به ډيـــــــــر خوشـــــــــاله اوســــــم. ســــالي ينــــــس وخنــــــدل او ورته يې وويــــــل (( ښه فـــــــکر وکــــړه داسي نـــــه سي چي پرخپل ارمـــــــــان پښېــــــــــمانــــه سې )). مـــــيداس وويـــــــل: هغـــــه څــوک چي دومره ســـــــــره زر ولــــــــــري ولــــــي بـه پـښـــــــيمــــــانه کيــــــــږي ، زمـــــا هــــم داغــــه ارمـــــــان دي . سالي ينـــــــــس په زوره وخـــــــندل او خپل سوټــــــى يې راواخـــيسته دميــــــــداس دسرنه يې درې ځـــــله تاو راتــــــــاو کړ او ورتــــه ويــــــې ويــــــل (( ستا ارمــــــــــان داهم اوس ترســـــــره کيږي )). ميـــــــداس دومره خوشـاله سو چـــــي سمــــــدلاسه يې نـــــــږدې ايښي چوکــــــــۍ تـــــــه لاس ور وړ ، چــــــوکـۍ دسرو زرو ســــوه ، بـــيا يې په مېـــز ايـــښي لوښـــو تـــه وار په وار گـــوتي ور وړلې او هرڅه په ســرو بدلـــېدل. ميداس دومــــره خوشاله وو چــــي هيــــڅ يـې ونه لېــــدل چي سالي ينــس څه وخـت له ستــــرگو پنــاه سو. ميــــداس تـه دا هرڅـــه يوه لـــوبه ښکــارېـــــده. پــــه مـــاڼـۍ کښــــي ايښــــــي ډير شــــــيان يې دسرو زرو کـــــړل ، کتــــابونه، انځـــــورونــــه،قـــلـم، کــــــړکۍ ..... بيـــــا داسي وسول چـــــي دى دمــــــاڼۍ نه بيــــرته دبــاغ پــــه لــــوري لاړ. گــــلونو ته يې لاس يـــــو وړ ، سره گـــــلاب دســــرو زرو ســـــــــول . دونــــو پاڼــــي شنې پاتي نــــه ســوې ، ټول په لــــــمر کښـــــي ځلېـــدل او ميــــداس دې هــر څــه تــــه خوشــــــــاله وو. تــرغــــرمې پـــوري همــــــدغــــسي ليا وو چـي د ډوډۍ وخت ســـــو نـو بيــــرته دننــــــــه ولاړ او پـــــــه مېــــز کيــــــــناســت ،نــــوکرانو ورتـــــه دخــوړو ښه ښه شـــــيان راوړل . پاچـــــــا ډوډۍ تــــــه لاس کــــــــړ خو ډوډۍ هــــــــــم دســــرو زرو ســول، پنـــــــير،غوښــــه،مېــوه،هــــرڅۀ بـــــه په سرو اوښـــــــتل . اوس نـــــــو دى وارخـــطـــــا ســــو ځـــکه هيــــــــڅ شــــــى يــــې نـــــسو خــوړلاي. دشـــــــرابــو جـــــام ته يــــــې لاس کــــړ خــــــــو جــــــــــام او شــــــــــــــراب هــــــــم پـــــه ســــــرو واوښــــــــــــــــــــــتل. مـــــيـــــــــــداس ډيــــــــــر بــــيـــزاره ســـــو. نـــه پوهيــــــده چــــي څــــــه وکــــــړي ، بـــــيرته دمـــــاڼۍ بــــــــاغ ته ولاړ او فـــکرونه يــــې کــــــــول چــــــي ځـــــان بـــــه څـــرڼه مــــــړوي. دســـــــرو زرو شيــــــــانو تــــه ډېـــر خوشــــــاله وو خــــــــواوس يــــــې داخــوشالي ورو ورو پـــــــه خــــواشيـــــني بـــــدلـــــېده. ده هـــــــم دغه چرتـــــــونه وهـــل چــــي نـا ببـــره د بـــــــاغ دپــــــوري خوانــــه يــــې وړې لــــور په ژړا ورتــــــه رامنـــــــډي کـــړې ، ميـــــــداس دلـــــور پـــــه ژړا خفـــــه ســـو او پوښتـــــنه يې تــــرې وکــــــړه چي څــــــه ســــوي دي ؟ لــــور يــــې ورتــــــه وويــــل (( وگـــوره بابــــا ! زمـوږ په بـــــاغ کي ټــــــول رڼيــــــن گــلان خــراب ســــــــوي دي . ددوي رڼ چــــا وړي دي ؟ خــــــــــوشـــــبويـــــــي هـــــــم نــــــه لـــــري. د رامــــــــبېـــل سپـــــــينـــي نـــــــازکـــي پاڼــــــــــــــي کـلـــــــــکي او ژيــــــــــــــــــــړي دي . داهــــــــرڅـــــــه چــــــــا بــــدرڼه کـــــــــــــــــــــړل؟)) ميـــــــــــــداس ورتــــــــــــه وويـــل: داگـــــلـــونــــه او دابــــــوي خــو اوس ډيـــــر قيـــــمتـــــي دي پــــــه دې يـــو گــــل تــــــــه ځــــــان تـــــــه ډيــري گلــدستې اخيــــــــــــستــــــلاي ســــــــې . خــــــو شـــــهــزادگۍ هم هغـــــسي ژړل او ويـــــل يې (( زمـــا قيـــمتي گـــــــل نــــه دي پــــــــه کــــــار ............ زمـــــــا سپـــــــين ، ســــــره ، کــــاسنــي او گـــــــلابــــــــي گلـــــونه پــــــه کــــار دي ، زه دگـــــــلونــــو وږمــې غــــواړمـه )). ميـــــداس نــــــور دخپـــــــــــلي لــــــــــــور ژړا تـــــــه نــــــسوټيــــــڼېــــــداي . ژر يـــــــې ورتـــــــه پـــــه ســــــــــر لاس کېــــــــښود چــــي هــغې تـــــه تســـلي ورکړي، خــــــو شهــــــــزادگۍ دســــــرو زرو په بــــــت بــــــــدله ســــوه. پاچــــــــا چـــي دلــــــور داحـــــال وليــــــــد نــــــو د ډېـــــــره غــــمه يــــې په ستــــــــــرگو کښـــــــي اوښــکي راغــــلې ، هــــــم هغـــــلتــه کيــــــناسـت او پـه چيـــــــــــغو چيغو پــــــــــــه ژړا ســـــــــو................ يــــــــوه خبــــــره يــې بيــــا بيا کولــــــه چـــــــي ((زمـــــــا ســــــره نــــه دي پــه کــار ...... زه خـپله لــور غواړمه )). دشـــــــــاهي ماڼـــــۍ ســـره نـــږدې يــــوه شـــــنه غونـــــډۍ وه او خلــــکو بـــاور کــــاوه چـــــي ټـــول ارواحـــــــان او اســــــــــطورې هم هـــــــلتـــــــه اوسيــــږي. ميـــــــداس سمـــــــدلاســــه دي غونـــــــډۍ تـــــــه وخـــــــــاتـــــه او ســـــالي يــنــس تـــــــــه يـــې آوازونــــــه کـــــــول. چــــــــي ستــــــــــړى ســـــو نــــــو يــــوې ونــــي تـــه يـــــې ډډه ولولـــــــــــــه. هـــــــــم هـــاغــــه وخــــــت ســـــــالـي يــــنـس ورتـــه مـــــــخي تـــــه ودرېــــــداو پـــوښتــــنه يـــــې تـــــرې وکـــــــړه چــــــي ولـــــي داسي غمـــــــــــجـــــــن يې ؟. مـــيـــــــداس د ډيـــــــــر غــــــــــم او ستـــــــــومـــانـــــــۍ نــــــه خبــــري نه ســـــــــواي کـــــــولاي . ســــــالي ينــــس بيـــــــا ورتــــــه وويـــــل (( تاســــره خو ډير ســــــره زر دي .......نــــو ولــــي ژاړې؟)) مـــــــــــيـــداس پـــــــــر پــــــښــو ور پـــــــــرېـــــــوتــــي او ويــــې ويـل : تا رښــــــــــتيـــــا ويــــــــلي وه . زه پـــــــــښــــــېمانــــــه يــم ..........زه د دنــــيا هــــريو شـــــــــي دســــرو زرو زغمــــــــــــلاي ســــم خـــــــو خپـــــــــله لـــور .........خپـــله نــــــــــــازولې لــــــــور دســـــــــرو زرو دبــــــت پـــــــــــه څــــــېر نســـــم ليـــــــــدلاي. زمـــــــا دهـغــــــې خنــــــــدا، دهغـــــــې خبــــــري يــــاديـــــــږي . زه پــــــه خېـــټـــه وږى يـــــم . خــــــــو هــــــيڅ شــــــــي خـــــــولې تــــــــــه نــــــــســــــم اچـــــــــــولاي . زه حــــــــريـــــــــص وم .........خــــــــــو زه اوس پــــــــــوه ســـــوم چــــــــي پــــه ژونــــد کښــــــــــي ســـــــره زر هــــــــــرڅه نـــــــــه دي . زه لـــــــه تـــــــا ډېـــــره بـــخــــښـــنه غــــــواړم خـــــــو اوس مـــــــانه داقـــــــدرت بيـــــــــرته واخـــــله . زه ديـــــو عـــــام انـــــــسان په شـــــــــان ژونــــــــد غـــــــــواړم. ســــالــــي يـــنـــس ورتــــه وويــــــل: (( ډيـــــره ښــــــه ده چـــــي تــــا پــــــه خـــــپلـه ســـزا ومــــــونــــــدله او پـــــــه خپــــــــلو کـــړو پـــــښـېـــــــمانـــه يــــې )) بــــــيا يـــــې ورتــــــه د درېــــــــدو امــــر ورکـــــــړ. مــــــــيـــداس دهـــغـــــــه لــــه پـــــــښـــو راپــــاڅـــــېــــد. نـــــو ســــــــــالي ينــــس دغـــــــونـــــــډۍ بـــــــــــــلي خـــواتـــــــــه بـــهــــېــدونــــــکي سينـــــــــد تــــه اشـــــــــاره وکـــــــــــــــړه او ويــــــــې ويـــــــــــــــل (( داســـــينــــــــد پيــــکټـــولس {Pactolus} نـــــوميـــږي . ورســـــه او ددې پـــــــه اوبــــــو کښـــــي ځــــان ومي-ـــــــنځه بـــيا پـــــــه يـــــو مڼي کــښــــــي ددې اوبــــــه راواخـــلـــــــه او پـــــه ټـــــــولــــــو هـــــغــــو شيــــــانــــــو يــې وشيـــنده چـي دســـــــرو زرو ســــــــــــوي دي )). ميـــــــداس پــــه منــــډه دسيـــند په لــــــــوري ولاړ او اوبــــــــو تــــه يـــې ورټـــوپ کـــــــړل . ځــــــان يــــې پــــريمنـــځۍ او بيـــــا يـــــــې يــــــــو مـــــــڼۍ راوغـــــــوښـــــــــتۍ . هــــــــغه يـــــې دســـــــيـند داوبــــــو څــخه ډک کـــــړ او خپــــــل بـــــاغ تــــه ولاړ . دا اوبـــه يې پــــر خــــــپلي لــــــــور وشيـــــندلې . هـــــــغه بيــــــرته ژونـــــــدۍ ســـوه . نــــو پـــاچـــــا ښـــکــــل کــــړه او بيا يــــــې نــــــوري اوبـــه پــــر گــــلانو او بــــوټــو واچـــــولې چـــــي هرڅه بيـــــرتـــه خپـــل اصل حالـــــــت تــــه وگـــــــرځي. پــــــــه يــــــونـــــان کـــــــــښــــــــي دپــيــــــــکــــټولــــــس نـــــــومــــي سيـــــنــــــــد ښــــــــــه زريـــــــنـــــــه ده او خـــــلــــک بـــــــــاور لــــــري چـــــــــي پــــه دې کـــښـــي مــــــــيــــــــــداس لامـــــــــــــبـــــــــــلي وه نــــــــــو ځـــــــــــــــکـــــــــه يــــــــــې ښـــــه طـــلايــې ســــــــــــــــــوه. ",ميداس
1798,عبدالصمد روحاني,"
دژمي سړه شپه
دژمــي ســـړه شپه وه وه يـــخ داســـي لـــړزوونـــکــي وو چي تــــابــه وويــل څــــه د پــــاسه دري لـــويـــشتـــي واوره اوريـــــدلي ده دکــــلي د بـــعـضــي مســــجدونـــو پـــه گــويـاوو کي د پــيشلـــمي اعـــلانـــونه خپـــريــدل، ســـوړ اســويلــي مي وکيـــــښ د خـــوب لــه بـــسترڅــخه پــاڅيـــدم او لـــه ډيـــــري يخـــــنۍ څــخه مي په غــــوږونو کي داســي غــــوغا خپـــره وه لکه ټــــوله شپــــه چي مـــي د ژرنـــــدگړي وظيـــــفــه تـــــر سره کړي وي.پــه کهالـــه ځــــان را پاڅــــيدم او مــــخـــامــــخ د يـــوه رستـــوران پــه لـــور وخـــوځيـــدم وخـــت ډيـــر نا وخـــته وو خـو شپــــــه لا پر ځـــاي پــــاتي وه. فکـــرمي کـــاوه چـــي څه بــــه خــورم. روژه هـــــم ده بايــد ښه خواړه وخـــورم ځکه چــــي پـــه روژه کـــي ښــو خــوړو ته دچـــــا هوا هم کيــــږي. خيـــر فرق نـــه کوي کــــه نـور څه نه وي چـــاي او ډوډۍ خـــو بــه وي. پــه همـــدي فکـــرونـــوکــي وم چــــي رستـــوران تــه ورسيـــدم پـــر هوټـــل وال مــي ږغ وکـــړ چــي ډوډي تـــــيــاره کـــړي. هلـــته مي څـــو نــور کسان هـــم ترستـرگو سـوه سـر تــر پايـــــه مي وڅـــارل څـــوک واړه وه څــــوک زاړه او بـــعـــــضي ځــوانان هم چاپـــــيـره ناســت وه د يـــخـــني ستـــمګـــري فضاء يې داســـي اندامــــونه پـه ريږد کړي وه چي تــــا به ويل خداي مکــــــــړه يخـــــي تبي نـيــولي دي او يـــا پـــه کــوم بـــل داســي مرض اخته شوي دي. خو وروسته مي پوښتنه وکړه دوي ټول هغه کسان وه چي د نيستي نه گالونکي بلا له خپلوکورونو څخه شړلي او تر دغه ځايه پوري ئې راځغلوي وه. زماپـــه سرکــــي چـــي څــــه فکـــــرونه او خيالـونه وه. دوي لـــــه مانـــــه ډير مخــــالــف وه خــــداي ستـــه لــــه يــــو تـن څـــخــه مي وپـــوښتـــل چـــي د روژي مبـــــارکه ميــاشت خــو هـــم مخ پرخـــلاصيــدوده د اخــتر شپـــــي او ورځــي په چټـــکۍ ســره را رواني دي ټـــول مســافـــر کسان خپـــلو کورونــــو ته ځــي او ماشومان هــم د اخـــتر په ورځـــوکــي خپلو پلرونو ته ډيرخوشاله کيږي ځکه چي د اخترمېله هم ماشومـــــان لــــــه پلــــرنو څـــــخه هـرو مرو غواړي تاسي به ماشــــومان هــــــم لري او د اختـــــرلــپاره ټـــــول خــلـــګ تصمــــــيم نيـــسي نــو تاســــو بــه څـــه کوي؟ ده تـــه دا زمــا خـــــبـري داســـي وبــريښــــيــدي لکـــه زه چــي څــه ټــــوکي ورسره کوم خود هر يوه د څيــــري څــخه داســـــي بريښيدل چــي دوي لــــه اختـــر ســره مـــخــه ښه کـــړيده او ټـــــول پـــــه داغــــه تکــل کـــي وه چـــي د کـــور او بــچــيـــانو لـــپاره به ډوډۍ لـــه کــومــه کوي؟ وروســته مــي پــــه زړه ســــــوه هـــو رښـــتــــيــا زه کـــــه د اخــــتــر لـــــپــاره هــــر څــــه لــــرم او خپــــل د ځــان او بــــچـــــيــانــو لــــــپــاره مــي د ښـــار دوکــانــــــدارانـــو تـــه ميــــــاشـــــت مــخــکــي لا فـــرمـــايـــشـــونـه وړاندي کړيدي دوي بـــــه څــــه کـــوي ؟ دفکـــــرونو لـــړۍ مــي پــسي اوږده شـــوه او لــــه ځــان ســره مي وويــل چي: رښتــــياهم په خــداي ډيري بي وزلـــي کورنۍ ستــه او ډيــر خــوار او غـــريب خلــګ ســـته دا زمـــوږ وطـــن خــو پــه رښتـــياد مظـــلومـانــو ډک دي. ته دا خلـــګ وګـــوره چـــي د نيـــستي لــه کبــــله يــې د خــپلو ماشــــومانــو، کــور او کلــي سره مخـه ښه کړيده موږ به د اخـــتر په ورځ نــوي جامــي واغــوندو ماشـــومانــو بــه مــي هم ښکــلي جامـــي اغــــوستي وي او لاســونه به ئې هم سره کــــړي وي آيـــا د دوي مـــاشومــان به هــم لاســونه سره کړي که يااو نــوي جـــامي بــه واغـــوندي کــه نــه..... ",دژمي سړه شپه
1799,سعيد زابلى، غوړه مرغه,"
انځور به د غميزې ګوره ياره مخ ته ونيسېكله كه لاسونو كې هنداره مخ ته ونيسېتا ته خو له دواړو جهانو نه قدرمنه دهروپۍ كه وي حلاله، كه مرداره مخ ته ونيسېخوب كې خو تل راځي حيران يم چې په ويښه باندېشنه خوله د لستوڼي زريداره مخ ته ونيسيښايي چې دا سخت زړګى دې لږ راباندې وسوځييو ځلې كه زما غزل ”فګاره“ مخ ته ونيسېشيخ سره چې مخ شې، كه په ميو مستانه يې هملوى تسبيح ”سعيده!“ ځنډيداره مخ ته ونيسې. ",غزل
1800,پيرمحمد كاروان، كابل,"
په مينه، مينه مينه كه يو بل ته غېږې وا كړوپه دې وركه دنيا كې به اخر سره پخلا كړوپر جنګ به تيږه كېږدو، جنګ به مړو سترګو ته پرېږدوراځه چې له شاهين سره كوترې په هوا كړوليلا چې كوم خوا سترګې غړوي مجنون به وينياو ډكه له ليلا نه به څلور كونجه دنيا كړومنصور به په ګلاب او په نرګسو باندې ولود حق پر ضد باطله به د هر ملا فتوا كړودا توره وچكالي به يې په سپينو اوښكو وينځوله ډېرې خوشالۍ نه به بلبلې په ژړا كړوشپې ورځې د ژوندون به مو خوشبو كې وي نغښتيلمونځونه د سحر به په ګلونو كې ادا كړوروان به شو ”كاروانه!“ د بڼو پر څوكو- څوكورانجه به د جانان له خماري سترګو نه غلا كړو. ",غزل
1801,ملالۍ عمر لور، كابل,"
وخته كه تا زما د ژوند خوږې شېبې واخيستېما هم د هيلو و منزل ته تلوسې واخيستېلا مې اوچتې حوصلې شوې تر منزله پورېچې د شيرين له حوصلو مې حوصلې واخيستېزړګيه بس دى بيا به نه ځم د بابا زيارت تهښكاري دعا، بدل كې ما ورته ښېرې واخيستېستا د محفل ډېوې رڼا په سخاوت وېشلهخو خوار قسمت مې ترې د ټول عمر تيارې واخيستې. ",غزل
1802,عبدالوهاب بازيد، غزنى,"
زما اشنا دى چې د ښكليو قافله ورسره دروميد لمر، سپوږمۍ او ستورو سلسله ورسره دروميد مينې راڼه ستوري چې يې سترګو وي ليدليمحفل ته په كږلېچو ميكده ورسره دروميراټول يې دى په ځان پسې د مينې يو لښكرسركښه زمانه په اشاره ورسره دروميياران مې د سپين مخ د ليدو ډېر ارمان نيوليخيالي اشنا مې تل په كناره ورسره دروميد يار تصوير چې جوړ كړي، په هندارو د زړګيبازيده! د مودو غم به سوكه ورسره درومي. ",غزل
1803,پلوشه ساپۍ,"
داغونه په ګوګل مې لګوي او رانه ځيډېوې مې د زخمونو بلوي او رانه ځيد ژوند هستي مې ټوله ستا له سترګو نذرانه شهپه تلو كې چې يې بيا لا جنګوي او رانه ځيپرهر- پرهر ټټر كې مې يو ستا انځور- انځور دىانځور مې د خيالونو جوړوي او رانه ځيشېبې شېبې ژوندون مې انتظار ستا د راتلو كړيشېبې د انتظار مې اوږدوي او رانه ځيډالۍ راته د مينې په پښتون نظر كې راكړياحساس مې په غزلو اړوي او رانه ځي. ",غزل
1804,علم ګل سحر، كابل,"
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس مې له ښكار ځنې توبه كړې ده
اوس له كارېز نه بغدادي كوترې نه كټوم
او بس تمامه ورځ لګيا يم،
په دامونو كې مرۍ پېيمه
سپينو كوترو ته پايزېب جوړوم
اوس د بې موره وري له اوښكو نه،
شراب جوړوم
او په سخت زړو يې ارزانه پلورم
څو يې له زړونو كينې كډه وكړي
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس مسافر په كاڼو نه ولمه
اوس ګلان نه شكوم،
له لارو نه اغزي ټولوم
په لاره تلونكى ماشوم ښكل كړم،
د سپين ږيرې بوډا لاس ونيسم
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس له دښمن نه كسات نه اخلم
اوس د غومبسو كور په خټو باندې،
نه پټوم
په مار د كاڼي ګوزار وكړم،
خو خطا يې ولم
بس هسې ځان ترې ژغورم،
هغه هم هسې د رحمان| د يارانې په خاطر
اوس له خوبونو مرور يم،
ټوله شپه په تلاوت تېروم
او د قران زرينو پاڼو كې
يو نوم لټوم.
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس مې ټوپك پر اوږو نشته
او له ميل نه يې شپېلۍ جوړه ده
په كې د مينې ترانې غږوم
دا ټول دا ستا لپاره
ځكه
دواى وايي:
په جنت كې حورې ستا غوندې دي!...
يادونه زموږ په سيمه (زرمت) كې خلك په دې باور دي، چې څوك مار وويني، حتماً بايد د كاڼي وار پرې وكړي، كنه رحمان بابا خپه كېږي، دوى وايي چې رحمان بابا په دې اړه فرمايلي دي:
چې څوك وويني مار- او پرې ونه كړي ګوزار- هغه نه دى زما يار.
",ستا لپاره!
1805,نوشابه اشنا، ننګرهار,"
بس ته كرار بهېږه
زما پر څيري ګرېوان
اوښكې چې وچې نه شي
زما د زړه پر سوي بڼ چې چا يادونه په كې
داسې خواره پراته دي
لكه د مني ونه
چې پاڼې ورژي او تشې څانګې
د تنورونو خس شي
بيا چې زموږ د كلي
د واكدارانو له خوا
ونه د زور په تېره تبر باندې
پر ملا كړي ماته، بيا يې كور ته يوسي
خو
هغه پاتې سټه
د يوې شګلنې دښتې
په يو تياره ماښام كې
ماتو ښاخونو او شنو پاڼو پسې
بيا په سلګيو ژاړي
او
له خپله خدايه غواړي
چې باران واوروي
ګوندې چې دغه سټه
د وچېدو او وركېدو له شره وژغورل شي
بېرته ښاخونه وكړي، شنه پاتې شي
او
بيا يې د هيلو غوټۍ
پر خپلو تاندو څانګو
شنې پاڼې ونيسي او سيوري ته يې
يو مسافر، يو لاروى له يوې ليرې لارې
او له اوږده مزله نه ستړى ستومان
كله دمې ته كښېني.
",سينده!
1806,,"
پګړۍ مجله په هلمند ولايت كې د بست فرهنګي ټولنې دوه مياشتنۍ مجله ده چې په دې وروستيو كې يې دويمه ګڼه له چاپه راوتلې ده، په د ې مجله كې د سيمې د ليكوالو بېلابېلو ليكنې راغلي، چې دلته يې په بېنوا ويبپاڼه كې هم لوستلاى شئ.
http://benawa.com/rasanay/pagrey/
",پګړۍ پر ليكه شوه
1807,,"
د ١٣٨٣ د مرغومي ٢٨
کابل : افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ارادې مشر لود روبرز په ايران نيوکه وکړه چې د دۀ په وينا له افغان کډوالو سره زياتی کوي .
ښاغلي لوبرز د ايران دا دريځ غوره ونه بالۀ چې په دې وروستيو کې يې افغانان په زور له خپلې خاورې وتلو ته اړ ويستي دي .
ايران په دې وروستيو کې د افغانستان پولو ته نژدې په خپلو ځينو ښارګوټيو کې پر افغان کډوالو فشار ډير کړی دی ، ځينو افغانانو د وهلو او ځورولو يادونه هم کړې ده .
له بل پلوه په يوۀ بل ناتاييد شوي رپورټ کې راغلي چې ښايي پاکستان د ٢٠٠٧ کال تر پيله ټول افغان کډوال اړ باسي چې افغانستان ته ستانۀ شي .
د افغانستان حکومت پر دغو دواړو هيوادونو ټينګار کوي چې د کډوالو په بيرته ستنولو کې دې له زوره کار نه اخلي . ",ملګري ملتونه : ايران زياتی کوي
1808,کابلي والا_ هندوستان,"
كابلى والا _ هند
په افغانستان كې خوښاغلي كر زي خپله په اصطلاح مسلكي كابينه له سختو كړكيچونووروسته دلويديزو والودسيالۍ له توپانه په امن سره راويسته، نژدې يوه دوي مياشتې ددغه توپان اوسيلاب له پاره لكه دافسانوي اواساطيري ښاماردراتلو خبرې اوهنګامې له هرې خوا رااوريدل كيدې ، هرچا به فكركاوه چې ددغه توپان اوسيلۍ پايله خوبه خامخا يوڅه وي. خولكه چې له امريكا دباندې سياسي څارونكوپخواوړاندوينه كوله (چې هم هغه زوړ ملا اوزړې ... ) ترډيره حده سمه راوخته، په دې مانا چې ښاغلې كرزي اوپه افغانستان كې امريكايې ويسراى ښاغلې خليل زاد په خپل ټول توان سره ونه شواى كولاى چې دافغانستان دملې ګټو په پام كې نيولو سره دي يوه ملې اوپه رښتنې مانا مسلكي كابينه رامنځ ته كړي، زه نه پوهيږم چې له مسلكي توبه دښاغلې كرزي مطلب څه دى؟ كه مسلك داوې چې يوسړى دښه مزى اوچاغ وي نودهغه مانا داده چې هغه دخوراكې شيانو په مزه اوخوند ښه پوهيږي نوهغه بايد دخوراكې توكونواوارزاقووزيروي ، اوكه هد ف داوي چې يوچا ټول عمرله بريښناپرته يوه ورځ هم ژوندنه وي كړى نوهغه دبريښنا په مزه پوهيږې اودبريښنا مسلكې انجنيردى اويايوڅوك چې دخپل ملت په رسمې ژبه نه پوهيږې هغه بايد دكلتوروزېروي. اوپه همدې شان كه چا دكابل په طب اويانورو غيررسمي كاليجونوكې يوازې دليسانس دوره په څوبيلابيلووقفوسره ويلې وې نوډاكتر ورته ويل كيږې، په دغه حال كې خبره سمه ده موږ به هم خوله پټه ونيسو اوهم به دا وايو چې ښاغلي كرزي په رښتياهم مسلكېي كابينه جوړه كړه مباركه دې وي!! خويوشمير بيا داهم وايې چې بس په دغه يوڅوخبرويوه ناكامه اداره اوكابينه په كوم لحاظ سره سړى مسلكې وبولې، له بلې خوا په هرځاى اوهروخت كې دمسلك مانا داده چي يوڅوك بايد په هماغه خپله څانګه كې دومره (شى) وي چې كه ډيرڅه يې نه وي ترسره كړي نولږترلږه يونوىاودپاملرنې وړكارخويې كړى وي اوهغه خوبايد خلكو ته معلوم وي،مسلكي كسان له ښاغلې كرزي څخه پوښتنه كوي چې ته دله خپلويوشميروزيرانوڅخه پوښتنه وكړه چې دوى دغه ټكې ته څه ځواب لري ؟ اوكه دانه وې اجازه خلكوته وركړه چې ويې پوښتي چې دوې په دغه برخه كې څه ځواب لري. مطلب مې دادى چې دغه كابينه په هيڅ ډول مسلكي كابينه نه ده په دې چې په اوسنې كابينه كې يوشميروزيران داسې هم دي چې دوى په خپل مسلك كې ناكام شوي وو ځكه يي سياست بازيو ته ورمخه كړې اواوس يي هلته دمسلك ماسك پرخپل مخ راكش كړى دى .اوكه نه وي تاسې ددوى تعليمې سوابق وګورۍ چې آياپه دوې كې كوم يوه ددغه مسلك له پاره وړدى چې اوس يې وزيران يې دي. دوى كيداى شي په يوه برخه كې تعليمې ديپلوم ولري خوداچې اوس په كوم وزارت ټاكل شوى له هغه ديپلوم سره يوهم سم نه دى. يوازې كيداى شو ووايو چې دادسياست بازى له مسلكه پرته بل څه نه دى . زه فكركوم يوشميرښاغلې وزيرصاحبان به هم انشاالله په دغه برخه كې له ماسره هم نظره وې ځكه دوى ته خپله وړتيا په خپله ښه معلومه ده !
ښاغلى كرزى اوياران يې كه زموږ مسلكيانو منې بايد داخبره ونه كړي چې دوى په رښتياهم مسلكې وزيران ټاكلې داخبره سمه په دې نه ده چې په اوسني سياسې نړى كې وزيران كله هم مسلكې نه وو اونه دي آن دايرغلګرامريكايې واكمنان وګورئ چې دباندنيوچارو وزيركولن پاول يې ښه سياست پوه دى كه ښه جنرال ؟ اوياداچې نن سبا يې دانوې ميرمن (رايس ) په دغه څوكۍ باندې راځې ، هغې سياست چيرې ويلې؟ هغه دترهرڅه دمخه دګنګل پرمخ يوه پيژندل شوې رقاصه ده. موږ په دې نظريو چې ددغې كليمې كارول دنړى په سياسې قاموس كې وړځاى نه لري ، نوزموږ دهيواد دكابينې له پاره دانوم يادول په خپله له يوې لاپې پرته بل څه نه دي. اوكه دانه واى نواشرف غني احمدزي به په دغه حساس وخت كې له خپل تجربې مسلك ( مطلب دا چې دهغه هم اصلي مسلك نه و، خوداڅوكاله يې دومره تجربه په كې موندلې وه چې ترمسلكې هم زيات و) به اوس كابل پوهنتون ته چې دعلمي اوعملې اسانتياوو درك په كې نشته نه استول كيده.دايوه دنه منلو وړ خبره ده چې دماليې دوزارت له اجازې پرته به ښاغلى احمدزى يوډالر هم په پوهنتون باندې ولګولاى شي ، اوكه فرضا په خپل واك داكاروكړي زه باوري يم هغه ټاپه چې په اسماعيل خان اونوروبآندې وهل شوې وه هغه به پرده هم لګيږي اوپه دغه نامه به ملي ضد ورځچاري ياران نوهم دپياوړتيا جوګه شي .
لنډه داچې دمسلك مانا يعني ( كارپوهنه، ايمانداري ، خدمت اواستعداد په يوه علمي برخه كې )
دويمې خبرې ته راځو اوهغه دا چې اياداكابينه يوه ملې كابينه ده ؟
افغانستان په خوراسختوحالاتوكې راښكيل شوى هيواد دى، ددغه هيواد ملې واكمني دډيرو وړو وړو خبرو ترسيوري لاندې هرچاته داسې ښودل كيږي چې ګواكې نړيوال ځواكونه دلته پراته دي اويوشميرورته كښته اوپورته كيږي اوپه افغانستان كې ګواكې خيرخيرت دى ، موږ دنړيوالوقوانيو اوملګروملتو دهرچال چلند اومنشور هره ماده اوهرپراګراف منو، خودابه ډيره ګرانه وي چې دملګروملتو په نامه دې يوټاكلې هيواد لكه امريكا زموږ دملت اوخلكو په برخليك باندې دنړيوالې ټولنې په نامه هغه كارونه وكړي چې هغه دهرډول انسانې اوزموږدافغانې خپلواكۍ دملي نورمونو ضد وي.تيره اوونې دامريكاپوځي مامورينو په ډاګه كړه چې دوى به زموږ په هيواد كې ديوې اوږدې مودې له پاره پاتې وي. وايې چې ديوچا كورته يوڅوك چې ددغې كورنۍ ماما كيده په ميلمستا ورغى، هغه دومره دلته پاتې شو چې كوروالايې په تنګ كړل ، په كوركې كه به ماشوم هم وژړل، نودابه يې دده له ژړا سره ويله چې خيردى مه ژاړه ماماجان دې هم په خيرسبابله ورځ روان دى ،ماماته ېي څه موده همداتبليغات وكړل خوپه دغوهم نه شوه، ترڅوچې ما ما په تنګ شو، اوپه ډاګه يې وويل چې ، داخبرې ګټې نه لري ، مامادې تلونه دې دهغه دلته شپې دي...
درى كاله امريكايې پوځونه دافغانستان په جنوب اوختيزكې پراته دي اوچې څه يې په زړه ورجوړه شې هغه كوي، نه يې د ښخو،نه د ماشومانوپه وژنولاس ونيو اولااخته دي زموږ پرملت دهرې ورځې په ترځ كې نوې نوې طرحې اوتجربې عملي كوي، په زندانوكې وژنې اوپه بټواوبرالاتوګه ديوشمير كسانو ځورول اوله هغوى سره معاملې كول داهغه ورځنى پروژې دي چې امريكايي په افغانستان كې عملې كوي اوددغه هيواد خلكوته آجازه نه وركوي چې دخپل هيواد په باره كې فكروكړي، نن سبا دلته په لوديديز خلك په ډاګه داوايې چې افغانستان يعني دامريكا مستعمره ، اوداسي يوهيواد چې په نژدې راتلونكې كې به دغه هيواد(افغانستان ) دامريكايانو له لاسه په يوه داسې ناسورداغ باندې واړوي چې په سيمه كې به يوګاونډى هم دآرامې احساس ونه كړي اوله لاسپوڅوافغانانو به داسې شيان جوړكړي چې ټوله اسلامې نړۍ به ترستونې راولي اوكه بياچيرې په امريكا باندي كوم غضب راپريواته نو بيا زموږ وږي ګاونډي لكه ليوان زموږ پرملت باندې هغه نارواوي زغمې چې له تصوره به لرې وي. لاس پوڅې به بياهم د دويم تابعيت په نامه دامريكايانو داوږو بازان وي اوزور به يې له مومنوافغانانو وځي .په افغانستان كې اوسنۍ كابينې وښوده چې هرڅوك سره ږيره ولري هغه به ملاشاه ګل وي ، هرڅوك چې امريكا ته ولاړ هغه دسړيتوب اوپوهې معيارشو، نه ، په اوسنۍ كابينه كې داسې وزيرهم شته چې دډاكترۍ ترڅنګ په امريكاكې دهوټلدارۍ ديپلومه لري يووخت كې يې په امريكا كې ټولو خلكو ته ويل چې زه تر هغې دوكتورا دغې اوسنۍ دهوټلدارۍ دپيلومې ته ارزښت وركوم ،خوله بده مرغه چې هغه ښاغلي ته دهغه دخوښې له ديپلوم سره دنده نه ده ورسپارل شوې.. په هرصورت داډول خبرې شته خوزما اوس افسوس په دې راځې چې دولت بايدخپلو دغو وزيرانو ته ددوى دنويو ديپلومو په پام كې نيولو سره دندې ورسپارلې واى ، اوسنۍ كا بينې ته په ملې لحاظ يوه جدي كتنه په كارده . زه خوپه دې نظريم چې دآضروري نه ده چې هروزير بايد ياله امريكا ديپلوم ولري اويا ېې بايد راوابط له امريكا سره وي ، داهغه تجربه ده چې روسانو په افغانستان كې دوې لسيزې دمخه ترسره كړه اوهغه په خپلې ناكامۍ سره اوس امريكايانوته ورميراث شوې ده، دايوه ناكامه طرحه ده اوهمدغه ټكې دى چې ډېرخلك خوپه هيڅ ډول ديوې ملې كابينې نوم نه شي ورته اخيستې .اونه زموږ له پاره په ملي لحاظ كومه بريادرلوداى شي.كه څوك ددغوكسانو ټآكل دملې مصلحت پربنسټ اقامه كوي داهم يوه لويه تيروتنه ده. ځكه دوې مخكې تردې چې دملت دباوروړ كسان وي ديوه خارجې ځواك په اشاره اوخوښه ټاكل شوې اوغوره شوي دي. په اوسنۍ كابينه باندې چې څومره جنجالونه د امريكا، انګريزانو اوداروپايې اتحاديې ديوشمير هيوادو له خوا ترسره شوې دا دافغانستان مظلومو اوجنګ وهلو خلكو ته هيچاهم ورپه ګوته نه كړل ؟
بله داچې دې كابينې ته به څوك په كوم ژبه يوه ملې كابينه ووايي چې دافغانستان داكثريت (پښتنو) ښځو په استازيتوب يوه ميرمن هم په كې وزيره نه شوه، كه هدف داوې چې په پښتنوښځوكې داسې څوك نشته داهغه كينه اودښمني ده چې په تيره يوه لسيزه كې دپښتنو په وړاندې ترسره شوه اولا هم په خپله دبښتنو په وجود كې پرپښتنو باندې عملې كيږې ، ښاغلې كرزى بايد دغه ټكې په خپله ځواب وركړي او كنه دابه هغه كينه وې چې پښتنو ښځوپه پښتنې سيموكې دپښتنې ننګ په نامه ده ته رايه ورنه كړه اويوې ميرمنې ته يې چې دده په مقابل كې كانديده وه رايه وركړه.
لنډه داچې زموږ ملت يوستراووياړلى ملت دى ، يوتاريخي ملت دې ، چې دهيچا كړه اونيتونه ددوى په وړاندې پټ نه شي پاتې كيداى. دوۍ دخپل ملت دبرخليك دسمبالتيا په كاركې ترهرچا ښه اورښتيانې قاضيان دي. دوى ته بايد رښتياوويل شي اوددوى دايمان اوافغانيت له روغ نيتۍ څخه بايد ناوړه ګټه وانه خيستل شي. موږ هيله من چې زرترزره به يو ملې وجدان اوقضاوت داسې هم رامنځ ته شې چې هلته يوڅوك داوسنۍ كابينې په وړاندې دابوښتنه طرحه كړي چې كوم وزيركوم مسلك لوستى آياپه دغه اوسنۍ مقام، مسلك ټاكلۍ اوكه دنورو په غوښتنه اومصلحت يې يوازې دغه ځاى نيولى دئ !؟
( پاك الله په هرهغه څه چې موږ نه پوهيږو ښه پوهيږي ) ! ",نوې كابينه ملې كابينه ده كه مسلكې؟
1809,,"
د اوسلو په ښار کي د افغانانو د کلتوري او اسلامي ټولني خبرتيا
دناروې د اوسلو د ښار او شاوخوا سيمو اوسيدونکو افغانانو ته خبر ورکوي چي د لوی اختر د لمانځه دادا کولو لپاره لاندنۍ نېټه او وخت په پام کي ونيسي .
نېټه : د جنورۍ د مياشتي ٢١مه نېټه
وخت : سهار لس بجې
پته :
Islamic Culture Centre Norway
Toyenbekken 24 Oslo
ټيلفون شمېره :
+ 47 460 56 412
ناروې مېشت افغانان کولای شي دډيرو مالوماتو لپاره د نوموړي ټولني ويبپاڼه وګوري
http://www.isn.net.tf
يادونه : دافغانستان د ستري محکمې ، او سعودي عربستان دستري محکمې دخبرتياوو سره سم به راروانه چهار شنبه د عرفې او پنجشنبه د لوی اختر لومړی ورځ وي .
",اخترلمونځ په اوسلو کي
1810,سعيد لودين _ ټورنټو کاناډا,"
تېر داستان هېر قاتلان
د ژمي شپې وې
همدا وحشي کنډوالې
او دغه خړي کوڅې
توري تيارې وې
چپه چپتيا وه
لږ د سپوږمۍ روڼا وه
لېري د سپو غپا وه
له ښار وتلي
دغه وران کلي کي
شپه د يلدا وه
خو ناببره
د لوټمارو ټولۍ
د څو وحشي آدم خورانو غدۍ
د پاکو پېغلو هغه سوو زارۍ
په دغه مړو کوڅو کي
زکندني روح پوه کړ
له وچو درختو مرغان والوتله
سپوږمۍ نور مخ پټاوه
هلته د کلي په وحشي بانډو کي
هم عزرائل او هم ابليس ولاړ و
او د اعمال فرشتې
پر پاکو پېغلو
او ناپاکو
داستانونه وکښل
او د ښايست
لوټ تصويرونه يې کښل
خو د سبا کاتبان
ها د پرون قاتلان
د تورو شپو محافظين و بلل
او پر نامه باندې يې
د کلي سر کي
د جواهرو
منارونه جوړ کړل
", “ هم عزرائل او هم ابليس ولاړ و”
1811,,"
ځار دې امريكا له روس او روس دې ځار له چينه شي
غواړمه چې ټوله دنيا مينه، مينه، مينه شي
مينه له همېشه بهار ننګرهار څخه خپرېدونكې مهالنۍ خپرونه ده چې عزت الله ځواب يې مدير دى، دا دى پر له پسې لسمه ګڼه يې په بېنوا ويب پاڼه کي تازه پر ليكه شوې ده.
په دې خپرونه کي هم د زيات شمېر ځوانو ليکوالو د وخت او او پېښو سره سمي څېړني او تحليلي ليکني راغلي دي
بېنوا يانو مو د ميني د مينه ناکو پاڼو لوستلو ته رابولي .
د لوستلو لپاره يې لاندينۍ اړيك پته كښېكاږئ!
http://benawa.com/rasanay/meena
",مينه مجله پر ليكه شوه
1812,,"
",
1813,,"
",
1814,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٢٩
کابل: نن په کابل کښي د کانکور د پراخې ازموينې په لومړي پړاو کښي له پلازمېنې کابل څخه اوه زره تنو فارغانو ګډون کړي و. دوړاند ليد پر بنسټ په راتلونکي ښوونيز کال کښي به يولس زره زده کوونکي د کابل په څلورو پوهنتونونو کښي ومنل شي.
سږ کال د لوړو زده کړووزارت د کانکور د ازمويني داخېستلو لپاره نوي تګ لاره خپله کړي. په تيرو کالونو کښي به د کانکور ازموينه په يو ه وخت د هيواد په لراوبرو سيمو کښي اخېستل کيده خو وروسته له دې به په اتو سېمو کښي جلا جلا اخېستل کيږي. ",په کابل کښي د کانکور ازموينې
1815,,"
",
1816,,"
٣٠ مرغومي ١٣٨٣
کابل: د لوي اختر د رارسيدو په وياړ د افغانستان د ښځو د چارو وزارت خپلو کارکونکو ته نقدي سوغاتونه ورکوي. د نوموړي وزارت وزيري مېرمن مسعوده جلال ويلې دي چې د دغه وزارت هر کارکونکي ته به ١٥٠٠ افغانۍ ورکړل شي.
دا لومړنۍ وزارت دي چې د اختر په رارسيدو خپلو کارکونکو ته اضافي پيسې ورکوي. دا په داسي حال کښي ده چې د کابل د بيا جوړونې ولايتې ټيم هم د دغه وزارت ٥٠٠ تنو کارکونکو سره د لومړنيو اړتيا توکو مرسته کړي ده.
دماليې د وزارت وياند عزيز شمس ويلې دي چې دغه وزارت په کافي اندازه بودجه نه لري ، تر څود ټولو وزارتونوکارکونکو ته بخششي معاشونه ورکړي. ",د ښځو د چارو وزارت خپلو کارکونکوسره مرسته کوي
1817,,"
١٣٨٣ د مرغومي ٣٠
کابل : افغان ولسمشر حامد کرزي د پارلماني ټاکنو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کميسيون نوې جرگه گۍ اعلان کړې ده .
تر اوسه پورې د ټولو غړيو نومونه نه ده په ډاگه شوي خو ويل شوي چې په دغۀ نهه کسيزه جرگه گۍ کې د ټولو ټبرونو غړي شته .
دا هم جوته شوې چې له پخواني کميسيون څخه څوک په دې نوې جرگه کې نه دى راغلي .
د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر کرزي سيالانو پر کميسيون نيوکې لرلې چې گواکې د کرزي په گټه يې کار کړى دى .
په کابل کې ځينې شکايت کوي چې که د هرې نيوکې وروسته داسې يومخي بدلونونه راځي نو دغه کميسيون به هيڅکله تجربه ونه مومي او نه به يې کارونه ټيکاو پيدا کړي . ",د انتخاباتو نوى کميسيون اعلان شو
1818,,"
د بېنوا پاڼي درنو لوستونکو او ټولو درنو هيوادوالو ته د لوی اختر له کبله د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوو .
که غواړئ خپلو ملګرو او دوستانو ته د اختر مبارکۍ ښکلي کارتونه وليږئ ، پښتو ويبپاڼي ستاسو د اسانتيا لپاره په زړه پوري کارتونه جوړ کړي دي . نوموړي ويبپاڼي ته د تللو لپاره پورتنی کارت کښېکاږئ ، ويې وينئ ، او ويې ليږئ .
",د مبارکۍ کارتونه
1819,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١
کابل : له جوزجان څخه رارسيدلي خبرونه ښيي چې پر جنرال رشيد دوستم يو ځان مرگى بمي بريد شوى دى .
دغه بريد هغه وخت وشو چې ښاغلي دوستم په يوۀ پرانيستي ميدان کې د لوى اختر لمونځ ادا کاوۀ .
په رپورټ کې راغلي چې د دغۀ بريد له امله دوه کسان وژل شوي خو خپله جنرال رشيد دوستم ته کوم زيان نه دى اوښتى .
",په جنرال دوستم ځان مرگى بريد شوى
1820,,"
رويټر خبري اژانس خبر ورکړی دی چي د افغانستان په شمال کي د نن سهار په ځانمرګي بريد کي ټول ٢٣ تنه عام وګړي او د رشيد دوستم ساتونکي سخت ټپيان شوي دي . ويل کيږي چي د ټپيانو او وژل شويو دقيقه شميره به تغير وکړي .
د ټپيانو په ډله کي د جنرال دوستم ورور قادر دوستم هم ټپي شوی دی . قادر دوستم د خپل ورور سره د روغبړ پر وخت ټپی شوی دی .
چادونه تر لمانځه وروسته هغه وخت وشوه کله چي دوستم د لمونځ کوونکو سره د اختر مبارکي کوله .
د کورنيو چارو وزارت وياند لطف الله مشعل د نننۍ پېښي په اړه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چي په پېښه کي د ګاونډي هيواد ازبکستان يو ديپلومات هم زخمي شوی دی ، او ډير ژر به سيمي ته ددې پېښي په اړه د پلټني لپاره يو پلاوی وليږي .
",ځانمرګي بريد لسګونه تنه ټپيان کړي دي
1821,,"
په پاکستان کي سږکال د اختر په مراسمو کي پر افغانانو بنديز لګيدلی دی .
پاکستاني پوليسود کډوالو د جماعتونو افغان امامانو او مشرانو ته ويلی و چي مجبوره دي ژمنه وکړي چي د اختر لمونځ به د پاکستان د اختر سره يو ځای کوي .
د پېښور په کچه ګړۍ کښي پاکستاني پوليسو افغانان د اختر لمانځه ته نه پرېښودل .
پېښور مېشت افغانانو خبريالانو ته وويل چي په کوچني اختر هم هغو امامانو ته کوم چي د سعودي يا افغانستان د اختر په ورځ يي اختر کړی و ، د پوليسو له خوا ستونزي پېښي شوي وې .
د پاکستان په ځينو نورو ښارونو کي افغانانو د اختر مراسم په خپلو کورونو کي تر سره کړي دي ، ښکلي جامې يې اغوستي وې ، او د کډوالو په ځينو کمپونو او نورو برخو کي د اختر د قربانۍ نښي ښکاريدې . او په ځينو برخو کي بيا افغان کډوالو وويل چي په خپلو کليو کي يې د اختر لمونځونه په مسجدونو کي ادا کړي دي .
سبا د جمعې ورځ به په پاکستان کي افغانان د پاکستان د اختر سره يو ځای د اختر لمونځ کوي . ",اختر لمونځ باندي بنديز لګيدلی و
1822,,"
",
1823,,"
د افغانستان د کمونسټ رژيم د نظامي استخباراتو ريس حسام الدين حسام په هالنډ کي تر يوه مياشت او پنخه ويشت ورځو بند وروسته خوشي شو .
د نوموړي تر نيول کيدو لس ورځي وروسته دده يو بل همکار او دده د رياست د تحقيق ريس (حبيب الله ) هم د هالنډي پوليسو له خوا نيول شوی و ، نوموړي په افغانستان کي د کمونيسټ رژيم د واکدارۍ پر وخت د شخصي شکنجو او ځورونو په تور نيول شوي وو ، هغو افغانانو کوم چي هالنډ ته د راتللو پر وخت يې د خپلو مرکو ( انټرويو) پر وخت پر کمونسټ رژيم تورونه لګولي وو ، اوس د بېلابېلو لاملونو پر اساس حاضر نه شول چي په اړه يې نور څه څرګند کړي . د ځينو هالنډ ميشتو افغانانو سره په دې وروستيو کي دا ډار ( بيره ) شته چي بيرته به يې هالنډي اسناد ترې واخستل شي او هيواد ته تګ ته به اړ کړای شي . د هالنډ ستري محکمي هغه وخت د خاد د پخواني ريس د خوشي کيدو امر وکړ کله چي هالنډي پوليسو او ستري محکمې دد نوموړي په اړه پوره اسناد تر لاسه نه کړای شوه .
د تحقيق د ريس ( حبيب الله ) په اړه تر اوسه پوري د خلاصون خبر نه دی اوريدل شوی .
حسام الدين حسام د ١٩٨٣ زېږديز کال څخه تر ١٩٩١ ز کال پوري د افغانستان د کمونسټ پلوه دولت د نظامي خاد د ريس په توګه دنده ترسره کړېده . او د ١٩٩٢ کال راپه دې خوا په هالنډ کي اوسيږي .
هالنډ د ١٩٩٢ کال راپه دې خوا تر ټولو نورو اروپايي هيوادونو ډير افغان کډوال ومنل ، خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يې د ګوتو په شمير کسانو ته په هالنډ کي د پاته کيدو او دکار اجازه ورکړې ده ، اوس هم يو شمير د پخواني رژيم کارکوونکي دژوند کولو او کار اسناد نه لري او په پنډغالو ( کمپونو ) کي شپې ورځي تيروي .
دحسام الدين حسام د خوشي کيدو په خبر سره به په هالنډ کي د پخواني رژيم ډير هغه کارکوونکي کوم چي هالنډي اسناد ( دکار اجازه او پاسپورټ ) لري او د نوموړي په نسبت يې ټيټي دندي لرلې ، د خوښۍ احساس وکړي . ",د خاد پخوانی ريس له بنده خوشي شو
1824,,"
",
1825,,"
دلوی اختر په اوله د اختر لمانځه تر ادا وروسته د جنبش د ډلي پر مشر دوستم ځانمرګی بريد وشو ، د خبرونو له مخې د جنرال دوستم دساتونکو او د هغه د ورور قادر دوستم په ګډون ٢٥ تنه ټپيان او بريد کوونکی ووژل شو.
د پېښي د پلټني لپاره د بهرنيو چارو وزارت سيمي ته پلاوی وليږئ ، تر څو د پېښي په اړه څېړني وکړي .
نوموړي پلاوي نن د شنبې ورځ د لوی اختر درېيمه خبريالانو ته ويل چي پلټني دوام لري ، او د خپل کار د لومړيو لاسته راوړنو په اړه يې وويل چي د ځانوژونکي دکاليو په پاته شوو ټوټو کي يې پر يوه ټوټۀ کاغذ دپاکستان د ټيلفون شمېره پيدا کړې ده .
دڅېړونکي پلاوی څخه يوه تن وويل چي هغوی په دې ټيلفون شمېره زنګ ووهه ، يوه اردو ژبي پاکستاني ټيلفون ته ځواب او دوی ته د اختر مبارکي وويل ، نوموړي پلاوي وويل چي دوی وغوښتل ورنه ځيني پوښتني ګروېږني وکړي ، خو پاکستاني ځواب ورکوونکې ټيلفون بند کړ ، او تر دې وروسته بيا هغه ټيلفون شمېرې ځواب ونه وايه .
ويل کيږ ي چي د ټيلفون دا شميره به د پلاوي سره د پيښې په څرنګوالي کي مرسته وکړي ، او کيدای شي په پاکستان کي هم دهغه چا په اړه پلټني وشي دچا په نوم چي دغه ټيلفون شميره رانيول شوې ، او ثبت شوې ده .
د ځانمرګي بريدکوونکي سره د تړاو په شک د بنګله دېش تابعيت لرونکی نيول شوی و ، تر پوښتنو وروسته څرګنده شوه چي نوموړي په شبرغان کي د بيا جووني د يوه شرکت سره کار کاوه . او نن خوشي شو.
د يادوني وړ ده چي د پيښې له ٢٥ تنو ټپيانو څخه د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی .
دطالبانو وياند لطيف حکيمي د پېښي په لومړۍ ورځ وويل چي پېښه ددوی د نفرو له خوا ، څو کاله مخکي په شمال کي ديرغمل شوو طالبانو د ډله ايزو وژنو د غچ اخستني په نيت تر سره شوې ده . ",پر دوستم ځانمرګی بريد او پاکستانۍ ټيلفون شميره
1826,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٣
کابل : رپورټونه ښيي چې په واشنګټن کې به سپينه ماڼۍ راتلونکې اوونۍ له ٨٠ تر ١٠٠ ميلياردو ډالرو اعلانوي چې پکې به له افغانستان ، عراق او څونامې ځپليو سره مرسته کيږي .
د يوۀ خبر ترمخه سپينه ماڼۍ په دغو مرستو کې يوازې د افغانستان د کوکنارو او مخدره توکيو د مخنيوي لپاره د ٧٨٠ ميليونه ډالرو مرسته په پام کې لري .
نژدې يو مليارد ډالر د څونامي ځپليو هيوادونو بيا رغاونې ته او د دې دوه برابره نورې پيسې په بغداد کې د امريکا د يوۀ لوی سفارت جوړولو ته بېلېدونکي دي .
د يادونې وړ ده چې متحدو ايالاتو په کابل کې هم د يوۀ خورا لوی سفارت پر جوړولو لاس پورې کړی دی .
داسې باور دی چې د دغو جلا کيدونکو پيسو ډيره برخه به په افغانستان او عراق کې د پوځي عملياتو لګښتونو ته بېليږي .
په عراق کې د کب په پيل او افغانستان کې د چنګاښ په لومړيو کې د پارلماني ټاکنو هوډ شوی دی چې دا دواړه انتخابونه به د ټينګ امنيت غوښتنه لري . ",سپينه ماڼۍ به راتلونکې اوونۍ د مرستو اعلان کوي
1827,نعمان دوست_ کابل,"
هـــــــــــــــــــــــــــــوا نعمان دوست
هوا !
زاري ده نوره مه سړېږه !
زموږ سپيره بې غوښو وچ هډونه نور دسړو سيليو تا ب نه لري
هسې له عمر نه زلمي ښکاريږي په خدايږو ختم دي شباب نه لري
هوا !
منت کوم سړه چې نه شې
زموږ ماشومې لنډ غرې ګرځي تر نيمو شپو پردو – پردو کوڅوکې
بس ديوې مړۍ ډوډوۍ له پاره په پښو لوڅې سر ببرې ګرځـــــــــي
هوا !
وړنده خونه يې وګوره ته !
له شنه سهاره تر سکڼي ماښامه پر سړکونو کونډې بورې ناستې
پر سړه زمکه يې بچوڼي پراتـــه
يخ يې په ستوني کې چغار و ژلى څه وکړي وږي دي تر هورې ناستې
هوا !
دخداى پارده سړه چې نه شې کورنه وتلې زموږ وړې سوالګرې
شپه نيمايي شوه ستنې شوې نه دي
ښايي چا، ور وربېرته کړي نه وي له ولږې سستې دي راغلي نه دي
هسې نه مړې نه شي خو نکاره نه شې
هوا !
زاري ده نوره مه سړېږه !!!!
کارته اريانا ١٣٧٩ = ٨ – ٢٤ ",هوا ! زاري ده نوره مه سړيږه !
1828,,"
پرون د سلواغې د مياشتي درېمه نېټه د ارزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ په يوه دولتي موټر د ماين تر چادولو وروسته ټوله څلور تنه سپرلي ووژل شوه .
د نوموړي ولسوالۍ قومندان حاجي وزير محمد ، د هغه پلار ، ورور ، او يو بل کس هغه وخت د ووژل شول کله چي د اختر د مراسمو دترسره کولو په نيت له کوره تر وتلو وروسته يې موټر د لاري په اږدو کي په ښخ شوي ماين وخوت .
دارزګان ولايت والي جان محمدخان د چارچينو ولايت د قومندان او هغه د کورنۍ د غړو وژل کيدل تائيد کړل ، او خبريالانو ته يې وويل چي د چاودني په تور يې تر اوسه پوري څوک نه دي نيولي ، خو نوموړي دا پړه د دولت پر مخالفو ډلو ( طالبانو ) واچوله .
دارزګان ولايت اوسيدونکي ګمان کوي چي ښايي دا پېښه په نوموړي ولايت کي د کوکنارو د کښت په وړاندي د کمپاين سره تړاو ولري .
دارزګان په ولايت کي په تيروڅو ورځو کي دا دريم بريد دی چي د دولتي چارواکو په وړاندي کيږي . په تيرو ورځو کي په يوه بريد کي يو امريکايي سرتيری ، اود تيري چهارشنبې په ورځ په يوه بل بريد کي يو افغان سرتيری وژل شوی او دوولس تنه ټپيان شوي وو .
د تيري چهارشنبې د ورځي بريدپر دولتي سرتيرو هغه وخت وشو ، کله چي هغوی د سيمي د کوکنارو د کښت په اړولو بوخت وو .
په افغانستان کي د مخدره موادو دمخنيوی د چارو وزير وويل چي د کوکنارود کښت او مخدره موادو په مخنيوي کي بايد له ډير احتياط څخه کار واخستل شي .
",د ارزګان د چارچينو دامنيې قومندان ووژل شو
1829,,"
انيس کابل ٤ سلواغه ١٣٨٣
تيره اوونۍ دارزګان ولايت په مرکز کي اوو کورونو اور اخستی و ، په لسګونو تنه يې سوځل شوي او يو شمير نور بې کوره شوي وو .
د سوځل شويو کسانو څخه يو تن سپين ږيری روغتون ته تر رسيدلو وروسته وفات شوی او دځينو نورو روغتيايي حالت هم د اندېښني وړ ښودل شوی و .
نن د سلواغې د مياشتي څلورمه نېټه له کابل څخه خپريدونکي انيس ورځپاڼي خبر ورکړی دی چي د عامي روغتيا وزارت سيمي ته يو شمير روغتيايي مرستي او کارکوونکي ليږلي دي تر څو له اړو کسانو سره روغتيا يي مرستي وکړي .
همدا ډول د عامي روغتيا وزير د انيس ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي سر له نن څخه به د ارزګان په ولايت کي د ماشومانو لپاره دواکسيناسيون کمپيان هم پيل شي .
",د ارزګان ولايت ته روغتيايي کارکوونکي لاړل
1830,,"
",
1831,,"
",
1832,,"
",
1833,,"
",
1834,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٤
کابل: د افغانستان د روغتيا وزارت وايي د ارزگان په ولايت کې د يخنۍ او شرې له امله يوازې تېره اوونۍ ٢٨ ماشومان وژل شوي دي .
د روغتيا وزير محمد امين فاطمي وويل ډيره مرگ ژوبله د يخنۍ له امله شوې ده . ٢٥ ماشومان په يوې ولسوالۍ کې له يخنۍ سره په تړاو ناجوړيو وژلي خو لږ تر لږه درې تنه نور يې د شرې نارغونۍ ووژل .
د روغتيا وزارت وايي دوى د سړک او الوتکو له لارې ارزگان ته د درملنې لپاره ډلې ليږلي چې دغه ناروغي د وبا په څير نوره خپره نه شي .
په ارزگان کې د طالبانو جنگي فعاليتونه د ډيرو چارو مخنيوى کوي .
وړمه ورځ د دوى له لورې په يوې چاودنې کې د يوې ولسوالۍ د امنيې قومندان له خپلو ماشومانو سره ووژل شو . ",په ارزگان کې گڼ ماشومان وژل شوي
1835,مجيب الرحمن انګار _ پېښور,"
مــــاخـــو ځکــه ســتا کــوڅې تــه ژړا راوړه
چــې مــو کلـــــي تــه چــا غــم او ګـــناه راوړه
دادب پر اســــمان نـــه ځـــلېــــــدل ستوري
ســـپوږمۍ هم دوريځـــو غېږته پناه راوړه
درښـــتين او حــبيبي الـــفت ورکــــــــــــېږي
تـــه مـــو چـــم تـــه ربـــه بـــل بيـــــــــــنوا راوړه
کـــه رشــاد مې په ټول عـــــمر ژوندی کېږي
عـــزرائيلـــــه په مــــاهـــم مـــيلمستيا راوړه
دخـــــــــــــــټک توره مــې لاس کې ده تنهايم
پــــــــــــــــــــښتنې ابۍ يو بل احمدشاه راوړه
نـن زمونــــــــــــــــــــــــــږه دفرهنګ قماربازانو
دې ادب تـــــــــــــه بــــــــــــــــــــې ادبه دنيا راوړه
بـــې فـرهنــــــګو خو وژلمه کاتــــــــــــــــــــــــــــــــبه
مولا خلاص کړمـه په خوله کې مې ساه راوړه
٢٣ جنوري ٢٠٠٥ ",يو بل احمدشاه راوړه
1836,سعيد لودين - تورنټو کاناډا,"
په شرانګا کي د سرو تورو
په ميــــــدان کي بېله زغرو
اطـــاعـــت مــــــــو د حاکم و
چي تر مرګه بــــــــه ور ځغلو
نه به درد د چـــــــا مانع وي
نه به وېـــــــره له وهـــــــــــــلو
پر سرونو مـــو اور بل کـــــړ
د منــــــزل پــــــــر لوري تللو
چي قـــطره قــــــطره د ويــنو
هر قدم قــــدم رڼــــــا کـــــړل
چي ځوانــــۍ مو د خيالونو
په قبـــــرو باندي سودا کړل
قـــــربانۍ چــــــــي د سرونو
ربــــــاتــــونـــه کـــــربلا کړل
چي پر عزمو زخــــمي مـــټو
د غليم لښکر خنسا کـــــــړل
چي شيشنی مو د اســــــونو
د کلا بـــــرجــــــــونه وا کړل
او تاجــــــونـــه د ملــــــکونو
مـــــو ســـــــرونو ته روا کړل
د لښـــــکر سپــــــه سالار مو
په ميـــــــدان کي قهقها کړل
زمــــــوږ د وينو و ميدان تې
تر ابده خپـــــــله شـــــا کــــړل
", (موږ ته يې شا کړه )
1837,,"
د مرکزي افغانستان په بېلابېلو سيمو کي يخنۍ د افغان غريبو کورنيو دماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی .
د عامي روغتيا وزارت په دې لړ کي د يو شمير مرستو اعلانونه کړي دي ، خو ويل کيږي چي په نوموړو سيمو کي تر اوسه پوري په لسګونو ماشومان يخنۍ وژلي دي . اوکه نړيوالي خيريه موسسې دې ستونزي ته پاملرنه ونه کړي ،د يخنۍ له کبله به دمړينو او نارغيوخپريدلو دا لړۍ به نوره هم وغځيږي .
د افغانستان په ډيرو سيمو کي سږنی ژمی په تيرو شپږو کلونو کي تر ټولو سوړ دی .
",پر افغان ماشومانو د يخنۍ ، او غريبۍ اغېزي
1838,,"
دهرات ولايت د ګزره ولسوالۍ د کرت شالي په کلي کي د افغانستان د کليو دپراختيا د وزارت او سيمي د اوسيدونکو په ګډه همکاري د يوې ابتدائيه ښوونځی د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
نوموړې ښوونځی چي د اتو ټولګيو درلودونکې به وي ، په ٥٠٠ متره مربع مځکه کې د کليو پراختيا وزارت له خوا د ٢٦٣٠٠ ډالرو په خرڅ جوړيږي .
د ښوونځی په جوړلو کي لس سلينه سيمه ايزو وګړو همکاري کړېده .
",په هرات کي نوې ښوونځی جوړيږي
1839,,"
د نړيوالو سوله ساتوځواکونو ، او نړيوالو ائتيلافي ځواکونو يو ګډ پلاوی شبرغان ته ستون شو .
دا پلاوی چي د چاوديدونکو توکو پېژندونکي ورسره دي په سيمه کي د اختر د لومړۍ ورځي دچاودني په اړه پلټني کوي .
په نوموړي بريد کي چي اصلي موخه يې د دوستم وژل وو ، د دوستم ورور قادر دوستم ، او نور ٢٥ تنه ورکي ټپيان شوي وو ، خو دوستم روغ ترې وتلی دی .
داختر په دوهمه د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت له خوا هم يو پلاوی سيمي ته د پلټنو لپاره ليږل شوی وو .
افغان او بهرنی پلاوی چي ددواړه سره د چاويدونکو توکو پوهان ملګري دي ، د چاودلي بم او بارودو د څومره والي اوڅرنګوالي په اړه څېړني کوي .
",نړيوالو ځواکونو يو پلاوی شبرغان ته وليږی
1840,,"
",
1841,عبدالاحمد محمد يار ، کندهار,"
عبدالاحمد محمد يار ، کندهار
نشه يي توكي، ټوپكسالاري، اداري فساد او ترهګري څلور داسې پديدې دي، چې نن ورځ يې درست افغانستان د وحشت تر تتۍ لاندې كړى دى. دغو څلورو پديدو ته د څلورو لويو بلاوو نوم هم وركولاى شو. د دغو څلورو بلاوو ژوند دا ډول يو په بل پورې تړلى دى، چې د هرې يوې برلاسي د هغې بلې د پرمختګ او د هرې يوې ماتېده، د هغې بلې د ساه ختلو په مانا ده.
له دغو څلورو بلاوو څخه د رېيو ته يې لكه: نشه يي توكي، ټوپكسالارۍ او اداري فساد ته چې سړى وګوري، نو د ژوند لپاره يې بالكل لكه قانوني زمينه چې برابره وي، ځكه چې د درېيو سرو د شتون جواز د دولت په جېب كې پروت ښكاري او دغو درېيو سرو ته د دولت په چوكاټ كې دننه د ژوند كولو چانس ورپه برخه دى. ښه به دا وي چې دغې هرې بلا ته يو- يو ځل وګورو.
١_ ټوپكسالاري :
د ټوپكسالارۍ په اړه خو به داسې ورځ نه وي چې له وحشته دې يې د ولسمشر كرزي فريادونه پورته نه وي. له هغې لومړۍ ورځې څخه چې دى د واك پلاز ته ورپورته شو، نو له خپل ملت سره يې دا ژمنه وكړه چې د ډېرو نورو ناخوالو ترڅنګ به د ټوپكسالارۍ دود ته هم لغته وركوي.
دا دى تر ننه پورې دا ژمنه تكراروي او دى يې خپله د افغان ملت ارام ژوند، ملي يووالي، سياسي ثبات او پرمختللي افغانستان لپاره تر ټولو لوى ګواښ په توګه ښيي. څه مهال وړاندې خو يې له نيويارك ټايمز نومې ورځپاڼې سره په خپله يوه مركه كې په خورا مېړانه او زړور انداز سره وويل چې نور به د ټوپكيانو په وړاندې له جديت څخه كار اخلي. د ښاغلي كرزي، دې خبرې ټوله نړۍ او افغانستان هېښ كړل، ځكه چې د ده په اړه هېڅ فكر نه كېده چې له دومره زړورتيا څخه دې كار واخلي، ځكه نو تر ننه هم د ده دا خبره د افغانستان او نړۍ په ټوليزو رسنيو كې په وار- وار يادېږي او يادېږي. له دې مركې څخه مناسب وخت تېر شوى دى، خو تر اوسه پورې مو د ښاغلي كرزي د دغې ګټورې تيورۍ په غاړه كې د عمل جامې ونه ليدې.
دلته يوه ډېره مهمه پوښتنه دا راپيدا كېږي، چې اخر دا ټوپكسالاران څوك دي؟
له بده مرغه چې ښاغلي كرزي تر اوسه پورې ټوپكسالاران خپل ولس ته ور ونه پېژندل او نه يې مشخص كړي دي. خو ايا دا دا مانا لري، چې د ده ولس دومره ناپوه، ساده او سرناخلاصه دى، چې ټوپكسالار به نه پېژني؟
څه موده وړاندې چې كله يوه ورځ ښاغلي كرزي له خپل دود سره سم د ټوپكسالارانو د وركېدو دنده ترسره كوله، نو هلته د كابل ښار، د كابل نندارې په تالار كې په اصطلاح جهاديان د اكاډميسين پوهاند برهان الدين رباني او پوهاند عبدالرب رسول سياف تر بركتناك سيوري لاندې راټول شوي وو. د دوى د خبرو، ويناوو او نظرياتو نچوړ دا و چې دوى په ډېر افسوس سره وويل: ”...كرزى مجاهد ته د ټوپكسالار اصطلاح كاروي. موږ تر دې وروسته ده ته دا اجازه نه وركوو، چې نوره دا ګناه تكرار كړي“. دا مهال ما ته دا فكر پيدا شو چې والله ښاغلى كرزى لكه چې همدا يو پوهاند رباني، سياف، قسيم فهيم، جنرال دوستم، تورن اسمعيل خان، جنرال عطا محمد، عبدالله عبدالله، يونس قانوني، ښاغلى خليلي او... ټوپكسالاران ګڼي، ځكه همدوى خو د ښاغلي رباني او سياف- ښاغلي او رښتيني مجاهدين دي او په دې كې هېڅ شك هم نه شته چې نن ټوپك هم د همدغو ښاغلو په لاسونو كې دى او نوره خو د يوه ډېر ساده او احمق لپاره هم خبره سپينه ده، چې ټوپكسالاران څوك دي؟
كه خبره سپينه وكړو نو ويلاى شو چې د ښاغلي كرزي اوسنۍ كابينه له يوه، يا دوو كسانو څخه په استثناء يوه ټوپكسالاره كابينه ده او د دې خبرې د زبات لپاره يو څو نورې كرښې هم ليكم، هغه دا چې: څه مهال وړاندې د كابل ښار د پوليتخنيك د لويې جرګې په خېمه كې د ټولټاكنو د قانون د څېړنې په هغه كې د تعديل، نيوكې، بشپړېدا او وړانديزونو په اړه د افغانستان په كچه د افغان ځوانانو يو هراړخيز كنفرانس جوړ شوى و، چې په هغه كې د ولسمشر مرستيال هدايت امين ارسلا، د خپلو خبرو په ترڅ كې دولتي اداره ټوله په ستونزو او فساد كې ډوبه وګڼله، يوازې يې ځان ښه سړى، مجاهد او د كار اهل وباله، نور يې نو د ټولو پر مخونو چليپا راكش كړه. همدارنګه د ټولټاكنو د ګډ دفتر مشر ډاكټر فاروق وردګ، د مخابراتو وزير، د كليو د پراختيا وزارت مرستيال، د بشر دحقونو د خپلواك كميسيون مرستيال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جان ارنولډ، د اروپايي ټولنې استازي، د جرمني د سفارت استازي او... ټولو په بېلابېلو عبارتونو همدا يو د ستونزو او وسلې د شتون نظر وړاندې كاوه او بله دا چې څه وخت وړاندې په كندهار ښار كې د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا (كندهار د تاريخ په اوږدو كې) څېړنغونډه (سيمينار) جوړ شوى و، هلته د نوموړي وزارت له وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين سره پر يوه لانجه واوښتم، په داسې حال كې چې ټول حواس يې د احساساتو په اور كې سوځېدلي وو، راته ويې ويل: ”په ټوله كابينه كې يوازېنى سړى يم، چې خپله دنده مې په سمه توګه ترسره كړې ده، نوره خو ټوله كابينه له ټوپكسالارانو جوړه ده“.
اوس كه موږ خپل او د ولس څېړنه يوې خوا ته كړو، په خپله د چارواكو له خبرو او كړنو څخه دا خبره تر لمر او روښانه كېږي، چې اوسنى واكمن نظام يو ټوپكي نظام دى. خو دا دا مانا هم نه لري چې موږ دې د نوموړي نظام پرضد يومخ په مخالفت لاس پورې كړو، بايد كمزوري اړخونه يې روښانه او د ستونزو او نيمګړتياوو د له منځه وړلو وړانديزونه يې وكړو.
زه داسې فكر كوم چې نن ښاغلي كرزي ته د هېواد او نړۍ په كچه د ملاتړ او محبوبيت امكانات برابر دي، له همدغو امكاناتو څخه په ګټه اخيستلو سره لكه څنګه چې يې له نيويارك ټايمز سره په خپله مركه كې ويلي، بايد عملي او جدي اقدام وكړي.
له بده مرغه چې ده تر اوسه پورې دا كار نه دى كړى، بلكې د خپل دغه مثبت اقدام پرضد كړنه يې كړې ده. د ساري په توګه څو مياشتې وړاندې د هرات والي تورن اسمعيل خان د مركز له خوا د فرقې ورلېږل شوي قوماندان په وړاندې وسله پورته كړه، په لسګونو انسانان ووژل شول، ده په دغه وحشت كې يو عجيب و غريب نوښت دا هم وكړ، چې د هر ډول نړيوالو، انساني او اخلاقي نورمونو خلاف يې په روغتون كې تر درملنې لاندې بېوسه ټپيان هم ووژل. په دې اړو دوړ كې د افغانستان د هوايي چلن او ګرځندوى وزير چې د تورن اسمعيل خان زوى هم و، ووژل شو، چې دا د مركزي دولت په وړاندې يو څرګند شرارت او بغاوت و. د دې پرځاى چې مركزي دولت د خپل نړيوال توان له ملاتړ سره- سره د نوموړي ياغي او باغي بڼكې ايستلې واى، ښاغلي كرزي يې د زوى فاتحې ته خپله مېرمن ورولېږله او د تسليت پيغام يې ورته وړاندې كړ.
جنرال دوستم په فارياب كې د مركزي دولت له خوا د ټاكل شوي والي پرضد په پوځي مارش لاس پورې كړ. د سترګو په رپ كې يې هغه خواركى په زوره له فارياب ولايت څخه وايست، خو ښاغلى عبدالرشيد دوستم د حضرت صبغت الله مجددي له خوا د ”خالد بن وليد“ د وركړل شوي لقب په جامه همداسې شريف، سپېڅلى او دروند پاتې شو.
د مزار شريف د قول اردو قوماندان جنرال عطا محمد په نوموړي ولايت كې د مركزي دولت له خوا د ټاكل شوي امنيه قوماندان اكرم خاكرېزوال پر وس، توان او مسووليت باندې يرغل وكړ، 138 تنه ملي پوليس داسې تري تم شول، چې پته لګول يې د چا د توان خبره نه وه. خاكرېزوال بېچاره په خپل كور كې له ځورونې او د لوږې له ګواښ سره لاس و ګرېوان و، دولت يې غم نه شواى خوړلاى، د امريكايانو د ولايتي بيارغونې ډلې يا PRT له خوا يوڅه قوت لا يموت ورورسول شول. مركزي دولت د جنرال عطا په وړاندې د قانوني كړنې ګناه نه شواى كولاى، ځكه يې نو د مزار شريف ولايت په لاس وركړ.
دې سياسي ناز و ادا او كرشمو ته سړى هېښ پاتې شي. اخر دا پوښتنه خو زه نه شم ځوابولاى، چې امريكا له دغو واكمنو ټوپكيانو څخه څه غواړي؟ ښاغلى كرزى په دې ټوپكسالاره كابينه څه كوي؟ پر يوه سر، له ولس سره د ټوپكسالارانو د وركاوي پخې ژمنې كوي، پر بل سر بيا د همدغو ټوپكسالارانو د سترګو بلا اخلي، ناز يې پر مځكه نه اچوي. په زړه پورې خو لا دا ده چې كرزي د ځان د كانديدۍ په ترڅ كې خپل راتلونكي دوه مرستيالان كريم خليلي او احمدضيا مسعود اعلان كړل.
سړى نه پوهېږي چې دا بيا كوم جادو وبولي. ته به وايې چې كرزي ته دا معلومه شوې ده چې ولس له ما پرته بل هېڅ انتخاب نه لري، ځكه خو راشه د دې ولس د عزت او ناموس څرګند غليمان بېخاره په خپل څنګ كې ودروه او د دې خوار ولس پر خواره او مجبوره ورځ باندې وخانده، ننداره يې وكړه، كار ځنې واخله او لا يې خوار كړه، ځكه د افغان ملت څرګند غداران او هغه ټوپكسالاران چې دى يې خپله د وركاوي خبره كوي، په خپله خوا كې په څرګنده درول او ولس ته يې اعلانول، د ولس پر زخمونو له مالګې دوړولو څخه پرته بله هېڅ مانا نه لري. په داسې حال كې چې دا بېوسه ولس له ځان څخه د دفاع هېڅ وسيله او امكان هم نه لري.
٢_ د نشه يي توكو بلا:
د نشه يي توكو د بلا ژوند، نېغ په نېغه په ټوپكسالارۍ پورې تړلى دى. څنګه چې د ټوپك واكمني نه يوازې دا چې كمزورې شوې نه ده، بلكې له يوې ورځې څخه بلې يې لا بنسټ كلك شوى دى، ځكه نو د نشه يي توكو بلا هم له يوې ورځې څخه بلې ته لا پسې چاغېږي او پړسېږي، چې په دې اړه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو د پلټنې راغلي پلاوي په ډېره نهيلې لهجه وويل چې په نوموړي هېواد كې دغه د نشه يي توكو فساد ډېرې اوږدې او ژورې ريښې ځغلولې دي.
د دغه پلاوي له لهجې څخه داسې ښكاري چې د دغو ريښو كښل ډېر ستونزمن كار دى. ستونزمن كار خو به ځكه وي، چې د ټوپكسالارانو له خوا اوبه وررسېږي، چې نه مركزي دولت او نه يې نړۍ د مخنيوي هڅه كوي.
د نشه يي توكو لېږد رالېږد، كار و بار او سوداګري د عادي، بېوسو او بې وسيلو وګړو د توان خبره نه ده، دا كار و بار د ټوپك په زور كېږي، د بغاوت او سركښۍ په زور كېږي، له واك او اداري مسووليت څخه د ناوړه ګټه اخيستنې په زور كېږي، نه په تش لاس او دا ټول امكانات له چارواكو سره شته او دا چارواكي يوازې ”چارواكي“ نه دي، بلكې ټوپكوال هم دي، ځكه نو نه يوازې دا چې عيني واقعيتونو ته په پام سره دا كار كوي، بلكې هره ورځ يې د سر په غوږونو او دواړو سترګو اورو، يا وينو چې دوى په دغه ناوړه تجارت بوخت دي.
يوه نرۍ بېلګه يې څه مهال وړاندې په مزار شريف كې د جنرال عطا او جنرال خاكرېزوال ترمنځ د ناندريو رامنځته كېدل وو. يو ځل د نوموړي ولايت امنيه قوماندان جنرال خاكرېزوال، د قوماندان عطا په ترياكو بار موټر راګرځولى و او د ده د نشه يي توكو بار ته يې سخت تاوان وراړولى و. قوماندان عطا دا كار د خپل ټوپكي غرور په وړاندې خورا لويه سپين سترګي ګڼلې وه، ځكه يې پلمه لټوله. په پاى كې پلمه په لاس ورغله، بې مسووليته يې همداسې په ترياكو ډكې كڅوړې له هغو خلكو څخه ونيولې، چې د خاكرېزوال له خوا لاسليك شوي د وسلو جوازونه ورسره وو، ځكه يې نو د غچ اخيستلو لپاره په خورا بې مسووليتۍ سره ملي پوليس تري تم او خاكرېزوال يې هم د هغه په كور كې نظربند كړ.
بله پېښه په غور ولايت كې رامنځته شوه، چې هلته هم ملي پوليسو غوښتل د استاد رباني د ترياكو كار و بار ته زيان واړوي او د دغې سوداګرۍ خنډ يې شي. د دې لپاره چې استاد رباني په ترياكو د خپلو بار موټرانو د خلاصون لپاره لار پيدا كړي، نو يې خپل كسان له ملي پوليسو سره لاس و ګرېوان كړل او د خپلو نشه يي توكو د سوداګرۍ له مخې يې اغزي ليرې كړل، چې دا پېښه بيا د هغه ځاى له دكاندارانو سره د ملي پوليسو معمولي اخته كېدل وګگنل شوه. په دې ډول سره د افغانستان په ګوټ- ګوټ كې ټول لوى او واړه قوماندانان، تر وزيرانو، واليانو او سياسي مشرانو پورې په دې ناوړه تجارت بوخت دي. په دې كې هېڅ شك نه شته چې كه نن له دغو خاينانو څخه ټوپك واخيستل شي، نو يوازې د يوم په زور به هېڅكله هم ونه توانېږي، چې د نشه يي توكو لپاره مځكه واړوي او د نشه يي توكو د فساد ريښې دې په كې ښخې كړي.
٣ _ اداري فساد:
په اداري فساد كې خو دا اداره دومره ډوبه ده، چې نژدې دى غوږونه يې هم په كې ډوب شي. رشوت خوړل خو په هر لوى او كوچني اداري واحد كې، په تېره بيه محاكمو كې تر داسې بريده رسېدلي دي، چې نژدې دى ووايم بېخي راته افسانوي ښكاري، خو په رښتيا كې يې شك نه شته. د ساري په توګه په كلدارو يا افغانۍ شكرانه (رشوت) روا نه دى، كه څوك غواړي چې د خپل حق ناحق كار له خلاصون څخه وروسته خپله جبري شكرانه په كوم چارواكي ومني، نو دى لومړى اړ دى چې په خپل لاس كې اسعار په ډالرو واړوي او بيا يې ورته ډالۍ كړي او له دې پرته نو د ده د حق غوښتنې فريادونه له لويه خدايه پرته بل څوك نه شي اورېدلاى.
همدا لامل دى چې د يوه له پامه لوېدلي رياست پر څوكۍ باندې كه نن كوم رئيس ټاكل كېږي، نو څو ورځې وروسته به يې ګورې چې د ښار پر پاموړ موقعيت باندې د ده لپاره موډرن ترينه ودانۍ پورته كېږي، ان ځينې خو به وينې چې د ښار په هر پاموړ موقعيت كې د ده درې نوي او پاموړ ودانۍ ولاړې دي.
په دې كې شك نه شته چې دغه ودانۍ د بېوسه افغان ملت په اوښكو جوړېږي او د دغو ښكلو ودانيو په ښكلا كې د دغه ملت د وينو رنګ كارول شوى دى. تر هغه چې د واكمنو ټوپك او برچه په لاس كې وي، نو هغوى له يوې خوا د نشه يي توكو په كار و بار سره د افغانستان نړيوال حيثيت ته ګوزار وركوي، له بلې خوا په رشوت خوړلو سره د اداري فساد افسانه هم پنځوي.
٤_ ترهګري :
د دغو درېيو بلاوو (ټوپكسالارۍ، نشه يي توكو او اداري فساد) بېغمه ژوند د درېيمې هغې (ترهګرۍ) د فعاليت او ژوند لپاره پخه او پراخه لار پرانيستې ده، هغه په دې دليل چې مفسد واكمن چې د خپلو جنايتونو او خيانتونو پر مهال هر ناروا حركت كوي، هر فساد كوي، نو پړه يې ښه بېخاره د ترهګرو پر غاړه وراړوي. په دې كې شك نه شته چې ترهګر به د افغان ملت ارام ژوند ته ګواښ نه ورپېښوي، خو له يوې خوا د واكمنو فساد د دوى لپاره ښه زمينه برابره كړې او له بله پلوه دوى د خپل قانون د پردې شا ته تروريسټي خوځښتونه هم پر دولت ضد ترهګرو تاوانوي. زه فكر كوم چې دغه د دولت په چوكاټ كې دننه پر كار بوخت ترهګر تر هغو ډېر خطرناك دي، چې عملاً او مخامخ د خپل مخالفت ږغ پورته كوي، بله دا چې ډېر داسې د دولت ضد په اصطلاح ”ترهګر“ شته چې د دولت د نااهلو او لنډپارو چارواكو له خوا برناحقه په يوه او بل نامه ځورول شوي او په لوى لاس مخالفت ته اړ ايستل شوي دي، چې يوه څرګنده بېلګه يې په زابل ولايت كې په اصطلاح هغه خطرناك ترهګر ملا دى، چې د طالبي نظام تر ړنګېدو وروسته پر خپل كور كښېناست او د لومړنيو توكو يو كوچنى دكانګى يې راوايست، خو هر وخت به د مغرضو چارواكو له خوا حق ناحق ځورول كېده، رټل كېده او ګواښل كېده، په پاى كې د ده نفس تر پزې راورسېد، چې له عملي مخالفت پرته بله هېڅ لار ورته پاتې نه شوه. دا كيسه مې د يوه نړيوال خبري سرويس له ژورناليسټ څخه وارېدله چې ويل يې: ما دغه د دولت په اصطلاح ترهګر په زابل ولايت كې وليد او ورته ومې ويل چې ياره! د خداى روى وګوره، اخر تر كومه به دا مخالفت كوې، نور دا مظلوم ولس پر كراره پرېږده، يو څه خو په خپل ګرېوان كې سر دننه كړه، چې ستا د دغه مخالفت ګټه د چا په جېب كې لوېږي.
دغه ژورناليسټ زياتوي چې دغه طالب چې ډېره ښكلې ځواني يې وه، راته ژړل، مرۍ- مرۍ اوښكې يې پر توره ږيره راوبهېدلې او راته ويې ويل: پوهېږم چې ګټه يې د پرديو، په ځانګړې توګه د پاكستان جېب ته لوېږي، پوهېږم چې په دې حركتونو كې زما، زما د ملګرو، زما د هېواد او زما د ولس تباهي ده، خو اوس ما ته بله هېڅ لار نه ده راپاتې. اړ يم، پر كور مې پر كراره نه پرېږدي، اوس دې نو زما او زما غوندې د نورو مجبورانو زور ته ځان ټينګوي.
د دغه ژورناليسټ په وينا، دغه طالب د چريكي عملياتو په تكتيك كې دومره لاسبرى و، چې كه په هر ډول محاصره كې به راګير شو، خو داسې د محاصرې له كړۍ څخه ځان باسي، لكه مرغړى چې له ګوتو وځي.
پــــــــــايـــــــلـــــه :
تر هغه چې له واكمنو سره پوځي زور ملګرى وي، نو ټوپكسالاري به ورځ په ورځ اوج ته رسېږي او چې ټوپكسالاري واكمنه وي، نو د نشه يي توكو كار و بار او اداري فساد به هم د بېسارې ودې په حال كې وي او چې داسې وي، نو د ترهګرۍ د بلا سيورى به هم له يوې ورځې څخه بلې ته د هېواد او ملت پر سر لا پسې خپرېږي
",د څلورو بلاوو په كړۍ كې راښكېل ولس
1842,,"
هغه افغاني روغتيايي کارکوونکي چي د اندونيزيا هيواد د څونامي ځپلو سره د مرستي په نيت خوځيدلي وو ، نن يې د نوموړي هيواد په زين العابدين روغتون کي د نورو نړيوالو ډاکترانو سره يو ځای په کار پيل وکړ .
که څه هم افغانستان د نورو هيوادونو په نسبت لږه مرسته کړې ده ، خو د کوربه هيواد او نورو هيوادونو له خوا وستايل شو ، ځکه افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چي تازه له لسګونو کلونو اږدمهالي جګړې راخلاصيدونکی دی ، او د لومړي ځل لپاره کولای شي له يوه بل هيواد سره مرسته وکړي .
افغاني ډاکترانو د يو شمير څونامي ځپلو په درملنه پيل کړی دی . او د راتلونکو اوونيو لپاره به په مرستو بوخت وي .
افغانستان د څونامي ځپلو سره د يوشمير روغتيايي اړتياوو د مرستي او روغتيا پالانو تر څنګ د ويني مرسته هم کړېده . ",افغاني ډاکترانو په اندونيزيا کي کار پيل کړ
1843,,"
",
1844,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٥
کابل : د افغانستان ولسمشر د خپلې کابينې په يوه غونډه کې له عراقيانو غوښتي دي چې د افغانانو په پلۀ پل کيږدي او بې له دې چې د دۀ په وينا د تره ګرو ګواښونه زړۀ ته واچوي په ټاکنو کې دې برخه واخلي .
ولسمشر کرزي وويل افغانانو په ټاکنو کې په برخې اخيستو ځانونو ته نړيوال وياړ په برخه کړ ، عراقيان هم همداسې کولی شي .
ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د ولسمشرۍ په لومړنيو ټاکنو کې بريالی کانديد و چې ١٧ نورو سيالانو ته يې ماتې ورکړه .
عراقيان د خپلې ولسي جرګې لپاره په کور دننه او دباندې بله يکشنبه ( د جنوري ٣١ ) رايه ورکوي خو د اورپکو پرله پسې بريدونو عام وس ته ګواښ پېښ کړی دی .
",کرزی : عراقيان دې له موږ زده کړي
1845,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٥
کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما وايي دوی په هيله دي چې د دغۀ هيواد د پارلمان لپاره ټاکنې به پر وخت ترسره شي .
د يوناما له لورې دا هيله د داسې ناهيليو په ترڅ کې څرګنديږي چې له قانون سره سم تر ټاکنو څلور مياشتې وړاندې د ولسواليو پولي نه دې څرګندې شوي او سرشمېرنه هم په لانجمن حالت کې پاتې ده .
خو يوناما وايي دوی هيله لري چې له افغان حکومت سره په همکارۍ به دغه ستونزې پر خپل وخت حل کړي .
ټاکل شوې ده چې د غويي په مياشت کې د ولسي او مشرانو جرګو لپاره په افغانستان کې ټاکنې وشي .
",يوناما: ټاکنې به پر وخت کوو
1846,غفور لېوال,"
مكتبۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
قصيده مې پخه كړې
ګرځومه كوزړۍ
ځوان مريد دڅرخي پير يم
رنګ دې ورك شي كوډې نه كړم
كوډې باسم
بند بختونه خلا صومه
دمينو زړو ريبار يم
شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ
څوك دسمال راته خامك كړي
څوك راجوړه كړي خولۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
نجونې ګردې رانه تاو وي
تاويزونه رانه غواړي
ملا تل راته په قار وي
سل كوپرونه راته وايي
خو پروا يې ډيره نه كړم
خدايزده ولې
دكوز كلي په زلميو باندې ګران يم
ما ته راز ددوى مالوم دى
يو دخان په لور مين دى
بل لېدلې
دملا صايب لمسۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
دشنډ توت ډډې ته ناست يم
شنډو ښځو ته تاويز كړم
ماشومان له ځېله خلاص شي
ورته دم چې زه مميز كړم
دبرات دمياشتې سر دى
نن اوله پنجشنبه ده
يوه پيغله راته ناسته
زښته ډېره ښايسته ده
وايي داسې تاويز راكړه
چې مې پلار لږ بسلمان شي
سبيل مړى ولور كم كړي
خوږ جانان مې مساپر دى
په دوبۍ كې مزدوري كړي
***
نيمه شپه چې شي رابره
په سندرو باندې سر شم
ټول ماران مې په هوده دي
غږوم ورته شپيلۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړى مې ښه يار دى
ډيرې شپې سره يو ځاى يو
ظالم ښه مست ربابي دى
دځوانۍ سندرې وايو
شپه چې ښه ډېره پخه شي
بيا نو بله كړو دوهۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړى چې نن راغى
په خندا يې راته وويل :
صايب زاده كيسې ته غوږ شه
نن اوړه مې دخان يووړل
كور يې ډك له مېلمنو و
څوك له ښاره وو راغلي
په انګړيې شور ماشور وو
يوه ښكلې مېلمنه وه
په ښايست وه ښاپيرۍ
كليوالو غوندې نه وه
ښكاريدله مكتبۍ
شرمېدله پټ يې وويل :
صايب زاده يار ته دې وايه
پير خانې ته دې سلام دى
يو تا ويز خو راته وكړه
چې جانان ته شم منظوره
شكرانه به پوره دركړم
خداى دې مكړه ادې بوره
مكتبۍ راته داوويل
بيا يې راكړدا كاغذ
ژرنده ګړي توبې وكړې
ويل يې ورانه زمانه شوه
مكتبۍ نه وه بلا وه
په خندا بېرته ستنه شوه
په كاغذ كې وو ليكلي :
په سندرو يم مينه
دنغمو يم ليونۍ
په يو چا مې زړه بايللى
غږوي ښكلې شپيلۍ
يو تاويز ورباندې وكړه
چې ماګل كړي د پګړۍ
د بر كلي صايب زاده دى
يو يې آس يوه شړۍ .
۴\ ۱۱\۱۳۸۳
متحده ايالات –مريلند ",د بر كلي صايب زاده يم
1847,,"
د کوئټي په ښار کي په يوه سيمه ايز حکومتي دفتر کي درنه چاودنه شوېده .
د چاودنې په اړه د مړو اوڅوبل شويو کسانو پوره شميره تر اوسه نه ده مالومه .
پنځه تنه پاکستاني انجنيرانو هغه وخت ووژل شوه کله چي يې اورګاډي له ليکي واوښته .
دا کسان هغه وخت ووژل شوه کله چي د پښتونخوا د کوئټي ښار ته نږدې د کوئټي او کراچي تر منځ اورګاډي پرليکه د يوې بلي درنې چاودني پلټني ته روان وو .
", د کوئټي ښارته نږدې درنه چادونه شوېده
1848,,"
د خوست ولايت د اړوند کانونو څخه د قيمتي ډبرو راايستل او پاکستان ته د هغه ليږدول د مخکي په شان ادامه لري . دخوست ولايت يوه اوسيدونکي وويل : يو ټن ډبره په اووه زره او يو ټن ونه په لس زره په شينکۍ او وزيرو کي خرڅيږي ، نوموړي وويل د شينکۍ او وزيرو څخه دا توکي د پاکستان کراچي ښار ته وړل کيږ ي.
د خوست ولايت چارواکي لکه د نورو سيمو په شان د قيمتي ډبرو ، ځنګلونو او تر ځمکي لاندي تاريخي اثارو په ساتنه او بهرته په قاچاقي توګه ليږدونه کي پاته راغلي دي . خو د خوست ولايت د امنيتي چارو مرستيال ډګروال محمدزمان خبريالانو ته وويل : تر اوسه پوري مو په سلهاوو موټرونه په قيمتي ډبرو او ځنګلي ونو بار نيولي دي ، او مجرمين مو دقانون منګلو ته سپارلي دي . نوموړي پړه د معادن او صنايع وزارت پر چارواکو واچول ، چي ګواکي دوی ورته په دې اړه مخکي هم وړانديز کړی ، چي سيمه ته دي په دې اړه د فني کسانو تشکيل وليږي ، تر څو د امنيتي کسانو سره په همکاري سره ددې غيرقانوني کار مخه په ښه ډول ونيولای شي .
يو شمير نظر خاوندان اندېښنه ښيې چې که د خوست ولايت طبعي زيرمو او ځنګلونو ته د مرکزي دولت له خوا جدي پاملرنه ونه شي ، په نږدې راتلونکي کي به دا زيرمي د قاچاق وړونکو له خو لوټ او له منځه لاړي شي .
",خوست او د هغه سيمي قيمتي ډبري او ځنګلونه
1849,,"
د بلخ ولايت د ملکي روغتون څخه نږدې يو اتيا ( ١٨) تنه ډاکټران او روغتياپال د عامي روغتيا د وزارت په لارښوونه له کاره ګوښه کړل شوي دي .
د روغتون يوه ډاکټر تور ولګاوه چي ملکي روغتون اوس د يوه سوداګريز مرکز بڼه غوره کړېده ، اوپه ٨١ کسانو کي داسي ډاکټران هم له کاره ګوښه کړل شويدي چي له ديرشو کالو راپه دې خوا يې دلته دنده تر سره کول .
ويل کيږي چي د عامي روغتيا وزارت د نوموړي روغتون ادارې مسولين په دې اړه مخکي له مخکي نه وو خبر کړي . دعامي روغتيا وزارت ويلي دي چي نوموړي کسان به د سيمي په يو شمير نورو کلينکونو او ولسواليو کي په کار وګماري .
يو شمير له کاره ګوښه شوې ډاکټران تور لګوي چي په دې کار د سيمي د پخواني قومندان استاد عطا لاس دی .
",د بلخ ولايت دملکي روغتون څخه ډاکټران شړل شوي
1850,,"
پژواک خبر :
د ننگرهار ولايت د جلال آباد ښار په هوټلونو او ګرځنده سينماگانو کې نندارې ته وړاندې شوي ځينې فلمونه چې ګواګې ډيالوک ((دخبرولهجه )) يې دګاونډي هېواد پاکستان تراغيز لاندې راغلې ؛دډېرو ليدونکو له نيوکو سره مخ شوي دي.
د فلمونو د ډايرکټرانو پر وينا،د فلمونو ډيالوګ چې ،په پاکستانۍ لهجه جوړ شوى ، لامل يې دا دى چې، دې فلمونو کې ، پاکستانۍ ښځينه فلمي ستورو کار دى.
نندارې ته د وړاندې شويو فلمونو محتوى او داستانونه دافغانستان له روانو حالاتو سره سم دي ا و په خپله غېږه کې تروريزم ، په ښارونو کې چاودنې او دپوليسو دندې او دښوونکو اوزده کوونکو ترمنځ اړيکې اوځيني نور مسايل رانغاړي .
که څه هم په ننګرهارکې کومه سينما وجود نه لري خو دګرځنده پردو اوپراجيکتورونو په وسيله داجوړ شوي فلمونه په هوټلونو کې نندارې ته وړاندې کېږي اوسربېره پردې په جلال آباد ښار کې دافغان ، شايق اواسيا په نامه درې کېبلونه هم شته چې، وايي بېلابېل نړيوال چينلونه مودخلکو دبوخت ساتلو اوله نړۍ څخه دخبرېدلو په موخه له دې لاري خپاره کړي دي
دجلال آباد ښار دڅلورمي ناحيې درويشت کلن اوسېدونکي ناصر( همدم)( چې، دننګرهار په هوټل کې ېي د(انتظار) په نوم افغاني فلم ليدلى) پژواک خبري آژانس ته وويل : (( دمرکزي لوبغاړو او په ځانګړې توګه دښځينه کارکوونکو دخبرو لهجه يې پاکستانۍ وه او زياتره اصطلاحات پکې پېښوري کارول شوي وو))
خو د((انتظار)) فلم جوړوونکى نجيب الله (صادق) بيا وايي : (( په افغانستان اوپه ځانګړي توګه ننګرهار کې ښځينه فلمي ستورې نشته اوکه وي هم په اوسنيو شرايطوکې دځينو کلتوري محدوديتونو له امله فلم کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي ))
د فلم جوړوونکي پر وينا، دوى دهمدې ستونزي له مخي دې ته اړشول چې، ښځينه کارکوونکي پېښور کې پيدا او د هغوى ځينې صحنې هم په پاکستان کې ډکې کړي ٠.
د((انتقام )) په نوم ديو بل افغاني فلم جوړونکى معلم عبدالبصير بيا وايي: (( افغانانو پنځه ويشت کاله په پاکستان کې ژوند کړى دى اوس چې، زياتره ځوانان له ګاونډي هيواد څخه راستانه شوي دي نودخبرو لهجه يې پېښورۍ ده (( په ټوليزه توګه ددې فلمونو جوړونکي پر دې آند دي چې، دوى کارکوي اوهڅه به وکړي چې، دا ستونزه له منځه يوسي دهېواد فلم موسسې مشر عبدالوکيل (وقار) له مرکزي دولت اونړيوالې ټولني څخه غوښتنه کوي چې، دسينما په ډګر کې له دوى سره مادي اومعنوي مرستې وکړي ترڅو وکولاى شي په راتلونکي کې افغان سينما په پښو ودروي .
خويوشمېر دنظرخاوندان بيا دداډول فلمونو جوړول دافغانستان لپاره ګټور نه بولي ،غفوراحمد (جاوېد ) چې په ډرامو کې کار کوي ، پژ واک خبري آژانس ته وويل : (( دافلمونه افغاني کلتور دپرديو کلتورونو تر اغېز لاندې راولي اوله ګټې نه يې تاوان ډېردى خو جوړونکي يې ملامت ځکه نه دي چې، کومې اکاډېميکې زده کړې نه لري او دشوق له مخې يې دا کار کړى دىخو دځوانانو دمرکز مشرپهلوان شېرحسن کمالزى دا نه مني او وايي : (( دټولنې دودونو او رواجونو ته بايد درناوى وشي ،شوق به دسړي هر شي ته کېږي خو مونږ بايد هغو شيانو ته اجازه ورنه کړو چې، ټولنې ته زيانمن وي
ددې نندارو وړاندې کوونکي ادعاکوي چې، دنوموړي ولايت داطلاعاتو او کلتور له رياست څخه يې اجازه ترلاسه کړې ده .
د انتقام فلم جوړونکى محمد منير وايي: (( موږ د فلمونو د جوړولو او نندارې ته د وړاندې کولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه اجازه اخستې ده ))
خو دننګرهاردراډيو تلويزيون دارشيف مسوول ګلستان غالب وايي: (( که چېري دفلمونو جوړوونکي په اطلاعاتو اوکلتوروزارت اوافغان فلم کې ځانونه راجستر کړي اوداطلاعاتو اوکلتور وزارت دوى لپاره منظم تشکيلات برابرکړل شي ، افغاني مېرمنې به هم پر دوىباور وکړي اودکارکولو جرات به وکړي ((
نوموړى ددې ډول فلمونو جوړول دهغو فلمونو پروړاندې لوى خنډ بولي چې، دفولکوريکو داستانونوله مخې جوړېږي اودټولنې اصلي واقعيتونه په کې رانغاړل کېږي.
دپرېوتې څېري ډرامې ليکوال اوډايريکټر حفيظ الله تراب وايي : (( لس لس دقيقې دهر فلم نندارې ته لاړم خو مزه يې رانکړه ، ځکه چې،. د فلم محتوا يې ښه نه ده))
په ننګرهار کې دافغان کېبل دنشراتو مسؤول اسدالله لاروي د پژواک خبريال ته وويل : ((دا فلمونه بايد مخکې ترمخکې دليکوالو اوژورنالستانو دخپلواکې ټولنې لارښودې جرګې ته دکره کتنې لپاره وړاندې شوي واى او دولت دوى ته دا صلاحيت ورکړى واىچې، دمنفي تاثير لرونکو فلمونو مخه يې نيولى واى))
",جلال اباد کي پاکستاني فلمونه کتل کيږي
1851,,"
پژواک کندهار :
دکندهار والي ددې ولايت دولتي کارکوونکي په بډو اخستلو تورن کړل او مخامخ يې ورته وويل چې، دتکرار په صورت کې به له دند و ليري کړای شي او سزا به وويني .
دا خبرې دکندهار والي ګل اغا شېرزي دسلواغې په شپږمه نېټه په هغه غونډه کې وکړې چې، دمنډيګک په ماڼۍ کې ددې ولايت ولسوالان ،ر ئيسان او امنيتي چارواکي حا ضر وو.
نوموړي وويل ."" ماته دهرې ادارې درشوت اخيستلو راپورونه راغلي دي او سندونه يې په لاس لرم ،زه تاسو ته اخطار درکوم که مو رشوت پرې نه ښود له دې برسېره چې، له دندو به ګوښه شئ سخته سزا به هم ووينئ .""دنوموړې پر وينا ، ډېر مجرمين کله چې، دپوليسو له خوا نيول شوي دي مخکې له دې چې، څارنوالۍ ته وسپارل شي دپيسو په بدل کې خوشې کېږي.
هغه تور ولګاوه چې، څارنوالان او قا ضيان هم په دې عمل کې شريک دي او دپيسو په مقابل کې دبند وړ مجرمان خوشې کوي .
دکندهارد والي دخبرو پر مهال دولتي کارکوونکي پټه خوله ناست وو او دشېرزي دڅرګندونوپه اړه يې دپژواک خبرى آژانس پوښتنونو ته له ځواب ورکولو ډډه کوله.
درشوت اخيستلو په اړه له شېرزي سره ددې ولايت دڅېرمو ولايتونو يو شمېر کسان هم ، يوغږي دي .دکندهار ولايت دشپږمې نا حيې اوسېدونکى ٤٥ کلن عبدالقادر وايي .""په دولتي ادارو کې درشوت اندازه دومره زياته شوې ده چې، ديوه ډېر عادي کار پر سر هم دشېرينۍ په نامه زرګونه افغانۍ اخيستل کېږي .""دزابل ولايت دشاجوى ولسوالۍ اوسېدونکي محمد ادريس چې، ايران ته تګ لپاره يې پاسپورټ جوړاوه اوپر وينا يې دکندهار په قوماندانې کې ترې درشوت غوښتنه شوې وه ، پژواک ته وويل : (( پاسپورټ جوړ او تيار دى په بانک کې مې ١١٥٠ روپۍ داخلې کړې دي اوس دلته دپاسپورټ مامورين وايي چې، ١٥٠٠افغانۍ شيريني راوړه که يې نه راوړې نو پاسپورټ به دې دوې اونۍ نور هم وخت واخلي ځکه چې، بيروبار زيات دى وخت نشته.))
ديادولووړده چې، دکندهار په دولتي ادارو کې پر رشوت اخيستلو پخواني والي انجنير يوسف پښتون هم اعتراف کړى وو.
نوموړي هغه مهال پژواک ته ويلي و : .(( زما په اداره کې په١٠٠ تنو کې ٨٠ کسان ر شوت اخلي .))هغه مهال نوموړى درشوت پر بندولو نه و توانېدلى ، اوس خلک دې ته انتظار باسي چې، نوى والي ګل اغا شېرزي به په دې کار وتوانېږي او که نه ؟
",کندهار والي بډي اخستونکو ته اخطار ورکړ
1852,,"
پژواک خبر :
ناپېژاندو کسانو د کندهار په ښار کې يو لس کلن زده کوونکى هلک تر تښتولو وروسته او د هغه له پلار څخه د پيسو د اخستلو برسېره، وواژه .دکندهار ښار ددويمي ناحيې دظاهر شاهي لېسې دڅلورم ټولګي زده کوونکى١٠کلن محمد طاهر هغه مهال ماشوم تښتوونکو وتښتاوه چې، دمرغومي په ٢٨ مه له کوره ښوونځي ته روان وو . دمحمدطاهر پلار عبدالقادر پژواک ته وويل : (( زما دزوى تښتوونکو دمرغومي په٣٠ مه زما دزوى دچپ لاس کوچنۍ ګوته له يوه ليک سره رااستولې وه او ليکلي يې و چې، فلاني ځاى ته ١٥٠٠٠زره ډالره راوړه چې، زوى دې خوشې کړو خو دولتي چارواکي به نه خبروې ما همداسې وکړل هغه ځاى ته مې روپۍ وروړې خو دوى زما زوى خوشې نه کړ.""نوموړي زياته کړه چې، داختر په دويمه دکندهار ښار دبرو دبازار په يوه کوڅه کې دده دمعصوم زوى مړ جسد په داسې حال کې چې، په يوه کارتن کې اچول شوى وموندل شو٠ دمحمد د طاهر پلار پر وينا، دې ظالمانو سره له دې چې، پيسي يې هم رانه واخيستې زوى يې راته شهيد کړ .د کندهار امنيتي چارواکي د وژل شوي هلک د پلار خبرې مني او وايي چې، دوى به ډېر ژر دپېښې عاملين ونيسي.د کندهار د امنيت آمر جنرال محمد سالم احساس په دې اړه پژواک ته وويل: (( زموږ پلټنه روانه ده او هڅه مو دا ده چې، ډېر ژر ماشوم تښوونکي ونيسو))ده زياته کړه ،له دې امله دوى د نورو جزئياتو په اړه معلومات نشي ورکولاى چې، د ماشوم قاتلين په تېښته بريالي نه شي. دسلواغې پر څلورمه نېټه دکندهار پوليسو دکندهار ښار دلويې ويالي په سيمه کې يو بل تښتوونکى په داسې حال کې ونيو چې، د يوې څوارلس کلنې نجلۍ دتښتولو هڅه يې کوله شو .خو دا له تر اوسه نه ده مالومه چي دا نيول شوي کس به د هغه شهيد ماشوم د تښتوونکو سره تړواو ولري او که نه .
",په کندهار کي د ماشومانو تښتونه ( اغوا کول )
1853,,"
کوټه _ ٢٦ جنوري
د پاکستان ولسمشر تېره ورځ خبريالانو ته وويل چي افغانستان دده په نيت نورو سوله ساتو اوائيتلافي ځواکونو ته اړتيا لري .
پروېز مشرف د ترهګرو دله منځه وړلو او سولي د ټينګښت لپاره په افغانستان کي د نويو سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کيدو غوښتنه وکړه .
نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کي اشاره وکړه چي د افغانستان څخه د ترهګرو له منځه وړل به په پاکستان کي هم دسولي او ثبات په راوستلو کي مرسته وکړي .
پاکستان د څو تيرو اوونيو راپه دې خوا د بلوچستان په ايالت کي د يو شمير جګړو او تاوريخوالي شاهد دی . په دې سيمه کي بلوڅان د مرکزي حکومت ( اسلام اباد ) سره د سيمي د ګاز پر ليږدولو يو شمير ستونزي لري . له کله چي دپاکستان حکومت د سيبۍ سيمي ته پوځونه وليږل ، تر هغې وروسته د کوئټي ښار او نږدې سيمو کي يو شمير چاودني شوي دي .
ويل کيږي چي په دې وروستيو کي د سيبۍ ( سيوۍ ) د ګاز پر سر د جګړو له کبله په سيمه کي اندېښنې زياتي شوي دي .
په کوئټۀ کي مو د يوه افغان کډوال حاجي موسی ګران څخه په سيمه کي د افغاني کډؤالو په اړه وپوښتل :
نوموړي وويل : د کوټې په ښار کي چندان ستونزي نشته ، موږ هم خبرونه په ټلويزيون کي اورو او پوهيږو چي څه پېښ شوي دي ؛ نوموړي وويل چې په کومو سيمو کي چي د ګازو پر سر د بلوڅانواو حکومت تر منځ ستونزي رامنځ ته شوي د ي، هلته افغان کډوال يا بيخي نشته ، يا خو به بيخي لږ وي .
حآجي موسی ګران دا ومنل چي په دې وروستيو کي دکوئټي په ښار کي د چاودنو او جګړو د خبر اورېدو را په دې خوا کاروبار سخت اغېزمن شوی دی .
",مشرف په افغانستان کې نور سوله ساتي ځواکونه غواړي
1854,,"
٢٦ جنوري
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند وايي چې ، افغان ولسمشر حامد کرزی او ورسره يو شمير لوړ رتبه چارواکي او ددولت وزيران به نن له ايراني چارواکو سره پر يو شمير تجارتي اوسياسي مسايلو وږغيږي ، ښاغلی کرزی به د خپل سفر پر وخت د ايران د ولسمشر ( خاتمي ) د هغه هيواد د کورنيو چارو له وزير ، د بهرنيو چارو وزير او يو شمير نورو لوړ رتبه کسانو سره وګوري او همدا ډول به د ( دوغارون په نوم يوې تيزلاري په اړه چي د هرات څخه تر ( خراسان _ ايران ) پوري د يوې لوۍی لارې جوړولو پر سر خبري وکړي .
دغه لويه لاره چې ١٣٢ کيلو متره اوږدوالی به ولري ، د ګاونډي هيواد ايران سره به دتجارتي او اقتصادي اړيکو په برخه کي پام وړ اسانتياوي او پرمختګونه رامنځ کړي .
يو شمير نظرخاوندان وايي چي ښايي د حامد کرزي سفر يوازي د لويي لاري پرانستل نه وي بلکي دايران او امريکا تر منځ تاوتريخوالي هم وږغيږي .
دافغانستان د ولسمشر سره د دولت له يو وزيرانو څخه جوړ يو لوړ ربته پلاوی هم ملګری دی ، فکر کيږي کرزی به ايراني چارواکو ته ډاډ ورکړي چي افغانستان به کوم دريم هيواد ته اجازه ورنه کړي چي پر کوم ګاونډي هيواد يې ددوی ( افغانستان ) له خوا بريد وشي .
په دې وروستيو کي ايران مېشتو افغان کډؤالو له ايراني پوليسو شکايتونه کړي وو ، چي ګواکي د ايران د پوليسو له لوري په يوه اوبله بهانه ځورول کيږي ، دا چي ښاغلی حامد کرزی به ايران ته د خپل سفر پر وخت د کډؤالو پر ستونزو هم وږغيږي که څنګه لا نه ده څرګنده .
",حامدکرزی او يوشمير وزيران ايران ته په سفر ولاړل
1855,,"
د شکمنو طالب جنګياليو په يو بريدکي د کندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کي دوه امنيتي کارکوونکي د دوشنبي په ورځ ووژل شول او د امنيې قوماندان ټپي شوی دی.
اوس د غورک ولسوال عيسي جان وايي چي دوي د پلټني عملياتو په ترڅ کي پرون د طالبانو يو پټنځي وران کړي او لس طالبان يي وژلي خو د طالبانو وياند لطف الله حکيمي ددوي د ملګرو د وژنو خبرې ردوي.
د بريد موخه د نوموړې ولسوالۍ د امنيې د قوماندان محمد عظيم موټر وو چي د کندهار له ښار څخه د ولسوالۍ په لور روان و.
بريد کونکو د پيښي له ځايه پيښې سپکي کړي او سيمه ايز چارواکي چي بريد کونکي طالبان بولي وايي دولتي ځواکونه د هغوي لټه کوي.
",په کندهار کې د طالبانو بريدونه او وژنې شوي دي
1856,,"
ټاکل شوي ده د ملګرو ملتونو د نشه ئي توکو او جرمونو ددفتر (UNODC) مشر نن افغانستان ته په رسمي سفر راشي تر څو ددي هيواد له چارواکو سره د نشه ئي توکو په ضد نړيوالو هلوځلو کي په ګټورو لارو چارو خبري وکړي.
انتونيو ماريا کوستا د پنځه ورځنۍ ليدني په ترڅ کي غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چي افغانستان نور د نشه ئي توکو په اقتصاد تکيه نکوي او د کوکنارو د کرکيلي له منځه وړل په اغيزمنه توګه په مخ روان دي.
د افغانستان د اقتصاد په سلو کې نږدي شپيته برخه د اپيمو څخه چي هغه د کوکنارو څخه جوړيږي تر لاسه کيږي او ملګري ملتونه هڅه کوي چي دا ستونزه له داسي لاري هواره کړي چي نه د هيواد ثبات ته تاوان ورسيږي او نه کروندګر زيانمن شي.
افغانستان په تير کال کي په تاريخ کي تر ټولو ډير اپيم توليد کړل چي د نړيوالو چټکه پاملرنه يي ځان ته واړوله او ولسمشر حامدکرزي يي دي ته اړ ايست چي د کوکنارو په ضد جهاد اعلان کړي. ",د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو مشر افغانستان ته راځي
1857,,"
د کاناډا صدر اعظم ښاغلي پال مارتین د آسيايي هيوادونوڅخه په ليدنه کي چې دتايلند،سری لانیکا، هند، جاپان ،چین او هانګ کانګ څخه ئې وکړه دافغان رسالې مشر احمدشاه هوتکی د لومړنی افغان ژورنالیست په توګه ورسره ملګری و ، دا سفر چي 9 ورځي ئې دوام وکړ د جنور ي د مياشتي د 14 څخه پيل بيا د جنوري د مياشتي تر پوري و تر سره شو
د نوموړي سفر چي دکاناډا د پلازمنې اوټاوا څخه د کاناډا د صدراعظم په خاصه الوتکه کي پیل او د ترکیې پلازمنې انقرې ته ورسیدل بیا د تايلندهغه ښار ته چې څونامی پېښې ځپلي و (پوکټ) ته ولاړل.
همداراز د سری لانکا مرکز کولمبو ښار ته هلته چې د سونامی پيښی 14 زره وګړی ووژل او ډیره خرابی او ویجاړي پې راووستی
بیا د هند مرکز نوي ډهلی ته او بیا د جاپان پلازمنې توکیو او بیا د چین مرکز بیجینګ او بیا هانګ کانګ ، بیا د الاسکا ښار او بیرته دکاناډا مرکز اوټاو ته راورسیدل .په دې هکله به مفصل رپوټ د عکسونو سره ډیر ژر په دې پاڼه کې وګوری
",څونامي ځپلو هيوادونو ته د کاناډايي مشر سفرله افغان ژورناليست سره
1858,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٧
کابل : ټاکل شوې ده چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو پر وخت د امنيټ ټينګولو په هوډ د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو افغانستان ته نور ځواکونه هم راولي .
په کابل کې د سوله ساتو ځواکونو فرانسوي مشر ډګر جنرال ژان لويس پې خبريالانو ته وويل د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره موږ نورو ځواکونو ته اړتيا لرو او واردمخه مو د سرتيرو هغه شمېره هم معلومه کړې ده چې د ټاکنو پر وخت به مو پکار وي .
جنرال پې دا ونه ويل چې دغه معلومه کړې شمېره به څومره وي خو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت ٢٠٠٠ تنه اضافي ځواکونه افغانستان ته راغلي و .
فرانسوي جنرال وويل دی د ټاکنو نېټه غواړي چې ورسره د سرتيرو د ځای پر ځای کيدو چارې سمبال کړي .
د ولسي جرګې لپاره د ټاکنو نېټه لا معلومه نه ده . داسې ګنګوسې دي چې ښايي دغه ټاکنې ان د جولای تر مياشتې وځنډيږي .
جنرال پې په يوې بلې پرمختيا کې وويل چې د دسمبر په مياشت کې د طالبانو له لورې پيدا کيدونکی تاوتريخوالی په سلو کې ٤٠ کم شوی و .
فرانسوي جنرال دا د نړيوالو ځواکونو د فعاليت زېږنده وبلله خو ځينې نور بيا د ژمي راتګ هم يو لامل بولي .
جنرال پې وويل په افغانستان کې بدل شوي سياسي حالت هم د طالبانو پر پوځي فعاليتونو اغيز لرلی دی . ",ناټو افغانستان ته نور ځواکونه ليږي
1859,,"
٧ سلواغې ١٣٨٣
د سعودي عربستان هيواد د افغانستان له خلکو سره د خورما مرسته کړي ده.
د دې مرستې ارزښت د يو مليون امريکايي ډالروڅخه زيات دی چې د نړيوال خوراکي سازمان له خوا به د افغانستان په خلکو ووېشل شي.
نړيوال خوراکي سازمان ويلي دي چې دغه مرسته به د افغانستان په هغو خلکو ووېشل شي چې په تيرو وچکاليو کې يې ډير زيانونه ليدلي دي.
د يادونې وړ ده چې اوږده وچکالي د افغانستان په ډيرو برخو خو په ځانګړې توګه سويل لويديځو ولايتونو کې خلک له ډيرو ستونزو سره مخامخ کړي دي .
د خوړو نړيوال سازمان ويلي دي چې په پام کې لري د دغې خورما يوه برخه په يتيمو ماشومانو او دسل په ناروغانو ووېشي. ",سعودي افغانستان ته خورما ورکوي
1860,,"
٧ سلواغې ١٣٨٣
په پارلماني ټاکنو کې (( د ځوانانو رول )) تر سرليک لاندې دوه ورځنی سمينار د افغانستان د ملي ټولنې له خوا په پلازمېنه کې جوړ شو.
سمينار چې ډيری برخه وال يې ځوانان دي، د افغانستان په راتلونکي پارلمان او پارلماني ټول ټاکنو کې د ځوانانو د ونډې اخيستنې غوښتنه لرله.
د ځوانانو د چارو وزيرې امنې افضلي په دغه سمينار کې وويل چې دغه وزارت د ځانګړو پروګرامونو له لارې له ځوانانو سره مرسته کوي چې د سياست ډګر ته ننه وځي. په سمينار کې ډيرو ګډونکونکو له ځوانانوغوښتنه وکړه چې بې لاريو څخه ځانونه ليري وساتي او د ټولنيزو اخلاقو په پياوړي کولو کې زيار وباسي. ",په ټاکنو کې د ځوانانو د رول په هکله سمينار جوړ شو
1861,,"
دافغانستان ولسمشر حامد کرزی پرون د يوه لوړ رتبه پلاوي سره ګاونډي هيواد ايران ته ورسيد.
ولسمشر پرون د ايران د هيواد د لوړ رتبه کسانو سره تر ليدني کتني تر څنګ د ايران د ولسمشر خاتمي سره هم وکتل ، او پر يو لړ مسايلو يې خبرې وکړې ، او درې تړونونه يې لاسليک کړل .
د دوغارون _ هرات لويه لاره ، هرات ته د برېښنا ليږدونه ، او د دوو هيوادونو پر پوله د پوليسو د نوو پوستو جوړول ، هغه درې تړونونه وو ، کوم چي د چهارشنبې په شپه د ايران په پلازمېنه تهران کي د دوو هيوادونو د لوړپوړو چارواکو له خوا لاسليک شول .
د برېښنا روسولو تړون د ايران له خوا د حبيب الله بېطرف ، او افغانستان له خوا تورن اسمعيل خان لاسليک کړ .
د دوغارون _ هرات د لويې لاري تړون د ايران له خوا د محمد رحمتي ، او افغانستان له خوا د سهراب علي صفري له خوا لاسليک شو .
همدا ډول د دوو هيوادونو په ( ٠ ) پوله کي د افغان او ايراني پوليسو د امينتي پوستو د پرانستلو تړون د ايران له خوا عبدالواحد موسوي لاري ، او د افغانستان له خوا علي احمد جلالي لاسليک کړ .
نن د جنورۍ د مياشتي ٢٧مه پنجشنبه غرمه به دواړه ولسمشران د يو شمير وزيرانو سره يو ځای د ( دوګارون لويه لاره ) چي ويل کيږي ١٢٣ کيلو متره اوږدوالی لري ، او د هرات د ولايت سره به مښول کيږي ، په رسمي توګه پرانيزي ، نوموړې لويه لاره په دې وروستيو کي د ايران د دولت په لخوا بيا جوړه شوې ، دغه لويه لاره به د دوو هيوادونو تر منځ په اقتصادي او تجارتي چارو کي پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي .
ټاکل شوې ده چي ښاغلی حامد کرزی به د ايراني ولسمشر سره يو ځای د ايران له خوا د هرات ولايت لپاره د برېښنا يو ستېشن هم په رسمي توګه پرانيزي . نوموړی برېښناکوټ به په لومړيو کي د ١٣٢ مېګاواټه برېښنا د ليږدولو توان ولري .
نن په داسي حال کي چي دافغانستان او ايران تر منځ هوا باراني ده ، او د واوري د اورښت وړاندوينه شوېده ، د افغانستان ايران پر پوله به د ايراني پوليسو سرحدي امنيتي پوستې پرانستل کيږي .
",حامدکرزی او خاتمي پرانستني کوي
1862,,"
کابل: په هلمند کي د ملي اردو شپږ تنه سرتيري نن سهار هغه وخت ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول کله چي د هغوي له مينځه يوو تن يي په خپلو ناستو ملګرو ډزي وکړي او په اخير کي دي خپله هم په ځوابي ډزو کي ووژل شو.
په کابل کي د دفاع وزارت چارواکي وايي چي دا سرتيري د کندهار د ٢٠٥مي قولي اردو غړي ووچي د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالي کي يي دنده ترسره کوله. ټپيان په کندهارکي يوو روغتون ته رسول شوي خو تر اوسه دا مالومه نده چي پيښه د تيروتني په ترڅ کي رامنځ ته شوي او که په لوي لاس د ورانکارۍ هڅه وه. ",شپږ افغان سرتيري په خپلمنځي نښته کي ووژل شول
1863,,"
٨ سلواغې ١٣٨٣
د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې د سختو واورو د وريدو خبر تر لاسه شوي دي. ويل کيږي چې د واورې ورښت نن سهار پيل شوي دې.
په تېرو درېوو کالونو کې دا لومړۍ ځل دې چې په ننګرهار کې واوره اوري.
د سيمې کروندګر هيله څرګندوي چې د دغې واورې په ورېدو سره به څه نا څه څو کالنۍ وچکالۍ ختمې ،د اوبو زېرمې به تاندې او راروان کال به د کرنيزو توکوله پلوه غني او ښېرازه کال وي. ",په ننګرهار کې سختې واوري اوري
1864,,"
٨ سلواغې ١٣٨٣
د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو کمېشنره لوويزاربر کابل ته رسېدلي چې له افغان حکومتي چارواکو سره د بشري حقونو په تړاو خبرې اترې وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان يوې وياندي وويل چې لوويز اربر له ځان سره د افغانستان د تيرو بشري ناخوالو په تړاو يو ځانګړې راپور هم لري چې د جنورۍ په ٢٩ نېټه به يې د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کمېسيون د يو بل راپور سره يو ځاي ولسمشر حامد کرزي ته وروسپاري.
که څه هم د بشري حقونو په هکله د دواړو راپورونو جزيات لا څرګند شوي نه دي خو ويل کيږي چې په راپورونو کې د هغو ډلو څه نا څه پېژندګلي شوي ده چې د افغانستان په تيرو بشري ناخوالو کې ښکيلې بلل شوي. ",د بشري حقونو کمېشنره لوويزاربر نن کابل ته ورسېدله
1865,احمد پيمان,"
په هغه ورځ د اداري اصلاحاتو كميسيون عجيبه پرېكړه وكړه. پرېكړه خو نه، د يو څو كسانو وړانديز و. په لومړي سر كې خو څو وړانديزونه وو. هر چا خپل نظرونه ويل. دې خبرې وروسته ډېر پلويان پيدا كړل، په اول كې چې څنګه دا نظر واورول شو، ياره تر يوه ساعته پورې خو خندا نه كرارېده. نژدې و د خندا، ټوكو، مسخرو او ځوږ له كبله غونډه سبا ته وځنډېږي. د كميسيون غړي له خندا په څوكيو كې رغړېدل. له سترګو يې اوښكې روانې وې، خو يوازې هغه كس چې دا وړانديز يې كړى و، اريان دريان كتل، چې څه ووايي.په لومړي وړانديز كې خبره دا وه چې د هېواد حالات له سره خراب دي، چې وضعه سمه شي، دولت په پښو ودرېږي، په خپله به اصلاحات رامنځته شي. ځينو بيا دا وړانديز درلود، چې كميسيون خو هسې هم جوړ شوى، دفتر شته، بس حاضري به لاسليكوم. موټر او معاشونه شته، ځكه چې كه ټاكنې ترسره شوې، نوى حكومت جوړ شو، بيا به نو اصلاحات پيل شي. يو څو كسانو بيا دا ويل چې نه، ځان به نه بې اعتباره كوو، اوس به يې پيل كړو، خپل كار به كوو، مني خو هسې هم څوك نه، خو بيا به هم خپل كار كوو.يو بل وړانديز دا و، چې اصلاحات بايد بېخي له يوه سره پيل شي، چې وزير صاحب اصلاح نه وي، نو مامور به څنګه اصلاح شي. دا اوس ګوره په هر وزارت كې د هغه وزير صاحب، خپل رئيسان، مديران، ان ملازمين او مستخدمين هم د خپل اكا زامن او يا شخصي انډيوالان دي، ولاكه څوك چپ ورته ګوري. نو دا اصلاح اسانه نه ده، كه يودم اصلاحات پيلېږي، خداى مه كړه خلا به رامنځته شي. خو اصلي خبره پر دې راچورلېده، چې لومړى بايد اداري فساد له منځه لاړ شي. لومړى دې هغه ادارې وپېژندل شي، چې په اداري فساد كې لاس لري او بډي اخلي، له رئيسه نيولې تر ملازمه پورې په كې ريښې زغلولي. لومړى بايد د دې كار اصلي لاملين وپېژندل شي. دا خبره چې ياده شوه، نو ټولو يو بل ته لك لك وكتل. يو څو كسانو خو يې يو بل ته په سترګو اشارې هم سره وكړې، خو ټولو په يوه غږ وويل: دا ښه خبره ده. يوه كس وويل: ښه نو بډي اخيستونكي به څوك پېژني او بيا چې وپېژندل شي، څوك به يې له بډي اخيستلو راوګرځوي؟ يو دوو درېيو كسانو په يوه غږ وويل: منع كول بله خبره ده، اصلاً د بډي خواره پېژندل ضروري دي.په دې كې د كميسيون يو تن غړي غاړه تازه كړه، يوې بلې خوا ته يې وكتل، ويې ويل: راځگئ، د بډي اخيستونكي په پېژندلو كې له عصري وسايلو او نوې ټكنالوژۍ څخه كار واخلو. يو څو كسانو چې موسكا يې هم پر شونډو راڅرګنده شوه، وويل: دا نو څنګه؟ وړانديز كوونكي پسې زياته كړه: تر اوسه په ټوله نړۍ كې د ماين لټولو او چاودېدونكو توكو او مخدره توكو په پيدا كولو او پېژندلو كې تر ماشيني ټكنالوژۍ، روزل شويو سپيو ښه نتيجه وركړې ده. موږ بايد په لويه كچه له يوه مرستندوى هېواد څخه د مرستې غوښتنه وكړو، چې د بډي اخيستونكو په پېژندلو كې همداسې روزل شوي سپي راولېږي. ما اورېدلي چې په پرمختللې نړۍ كې دا ډول سپي دا اوس هم شته.دا خبره نه وه تياره د بم چاودنه وه، په غونډه كې ناست كسان له خندا پراته وو، چيغې او نارې وې: اها، ها، ها، ها، سپي، اوهو، هو. روزل شوي سپي، وئ، وئ. ماشيني ټكنالوژي او سپي، وئ، وئ، ها، ها، ها.خو وروسته چې خندا كراره شوه، خندا هم نه وه كراره، د خبرو په منځ منځ كې به بيا كله كله يو نيم بيا ښه په زوره وخندل، بيا به خندا ورسره پيل شوه. له دې سره سره پر وړانديز هم غور پيل شو. تر اوږده بحث وروسته د رايو په اكثريت پرېكړه وشوه. هغه ادارې چې په اداري فساد تورنې دي، يا بډي اخلي او يا هم بډي وركوونكي مراجعين لري، د هغوى د اصلاح او پلټنې لپاره دې د روزل شويو سپيو له رارسېدو سره، يو يو سپى وركړل شي، چې په دې ډول هره ورځ يو ځل سهار او بيا مازيګر، له ماموره تر رئيسه (ډاګ چيكنګ) وكړي او چې هر څوك يې وپېژندل، په هماغه ساعت دې كميسيون ته وروپېژندل شي. دا پرېكړه په ټوكو او خندا لاسليك شوه او غونډه تر اوږده بحث وروسته پايته ورسېده. ","""ډاګ چيكنګ"""
1866,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٩
کابل: پاکستان وايي دوى د کوټې په ښار کې ١٧ تنه طالبان نيولي دي چې په هغو کې دوه تنه پخواني لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي .
د بلوچستان ايالت د پوليسو مشر ويلي دا کسان يې په دې جرم نيولي دي چې گواکې په پاکستان کې يې د اوسيدو قانوني اسناد نه لرل .
دغۀ پوليس د څه باندې يو ميليون نورو افغانانو د قانوني شته والي خبره نه ده ياده کړې ده . پاکستاني پوليس وايي په لوړ پوړو طالبانو کې يو د يوۀ ولايت پخوانى والي او بل هم د کابل د پوليسو مخکينى مشر دى . ",پاکستان طالبان نيولي دي
1867,,"
٩ سلواغې ١٣٨٣
په تاجکستان کې د ١٣٧١څخه تر ١٣٧٦ لمريز کالونود کورنۍ جګړې په ترڅ کې له روسيې سره تړون لاسليک شو چې د افغانستان سره د دغه هيواد پولي وساتي.
دغه روسي پوځيان په تاجکستان کې د روغې جوړي د رامنځ ته کيدو نه وروسته د افغانستان څخه د نشه يې توکو د مخنيوي لپاره پاتې شول او اوس ټاکل شوي ده چې دغه پوځيان په راتلونکي ميلادي کال کې د تاجکستان په خوښه دغه سېمه پرېږدي.
خو اوس افغان حکومت پر دې غور کوي چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ دغه اوږده پوله د نشه يې توکو له قاچاق څخه څنګه وساتي. ",د تاجکستان د سرحدي پولي څخه روسي پوځيان ايستل کيږي
1868,,"
٩سلواغې ١٣٨٣
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير پرون وويل چې د هيواد پارلماني ټاکنې چې د ثور په مياشت کې پلان شوي، ښاې دوه مياشتې وځنډېږي.
د بهرنيو چارو وزير عبدلله وويل دغه ټولټاکنې به ممکن دې ته اړتيا ولري چې د تخنيکي تياريو له کبله د مې د مياشتې د ٢٠ نېټې نه شاته وغورځول شي.
نومړي په دې هکله نور څه ونه ويل. سياسي څيړونکو او دپلوماتانو په دې وروستيو کې د ټاکنو د ځنډېدلو خبري کړي، خو افغان چارواکو لا په دې هکله رسمي اعلان نه دې کړي. ",دافغانستان د ټولټاکنو د ځنډولو امکان وجود لري
1869,ذبيح الله خوګياڼی,"
حمد
هغه دی خالق زمونږ چي نوم يې موږ الله ګڼو
ځای د اوسيدو، ده لره عرش معلا ګڼو
نشته چي شريک دده په ذات او هم صفاتو کښي
ټکي د عظمت ده لره ځکه بې پروا ګڼو
نشته هيڅ نقصان او خرابي په هيڅ صفت کښي يې
ځګه يې بې عيبه بې نقصانه مصفا ګڼو
نشته څوک تري وچت په هيڅ نوم او هيڅ نښان سره
ځکه يي خالق د انس و جنس او د دنيا ګڼو
نشته چي قاضي تري ښه عادل په کل جهان خلکه
ځکه يي قاضي مونږ د دنيا او د عقبا ګڼو
لولي چي د زړه احوال او پوه دي په رازونو کښي
ځکه يو صفت کښي يې دا لوی قدرت بينا ګڼو
ده چي په ذبيح او نورو عبادو باندي فضل کړ
ځکه يي زړه سوانده مهربانه ښه پاچا ګڼو
هغه دی خالق زمونږ چي نوم يې موږ الله ګڼو
ځای د اوسيدو ، ده لره عرش معلا ګڼو
",""" نوم يې موږ الله ګڼو"""
1870,,"
کابل: د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کي د خپلو ځواکونو لپاره نوي قومندان نومولي چي د سنا له هوکړي وروسته به افغانستان ته څي. تورن جنرال کارل ايکينبيري، چي په ٢٠٠٣ کي ديو کال لپاره د افغانستان د ملي اردو په روزنه کي د امريکا د نظامي دفتر مشر وو، به د جنرال ديويد بارنو څاي ونيسي.
تورن کارل اوس د امريکا د هاوايي په ايالت کي دنده تر سره کوي.
دمګړي په افغانستان کي د ١٨٠٠٠ شاوخوا کي د امريکا تر مشري لاندي ايتلافي څواکونه ميشت دي چي د القاعدي او طالبانو په لټون بوخت دي. ",په افغانستان کي د امريکايي څواکونو نوي قوماندان ونومول شو
1871,,"
کابل: افغان ولسمشر حامد کرزي وايي چي دي غواړي د هيواد پارلماني ټولټاکني ډير ژر تر سره شي خو نشي کولاي په اړوند کميسون زور راوړي چي په چټکۍ دا کار په مخ بوزي.
کرزي په يوه خبري غونډه کي د جومي په ورځ وويل چي دا به ډيره ښه وي که د ولسي جرګي د ټولټاکنو کميسون وکولاي شي د اټاکني په راتلونکي پسرلي کي تر سره کړي خو دۀ زياته کړه چي هغوي هم وخت ته اړتيا لري. ولسمشر کرزي دا هم وويل چي دغه کميسون او ملګري ملتونه به په ګډه څومره ژر چي کيداي شي د ټاکنو نيټه اعلان کړي.
له مهالويش سره سم افغانان بايد د راتلونکي لمريز ليږديز کال د غوايي په مياشت کي د ولسي جرګي غړي وټاکي خو نړيوال کتونکي دشوني ځنډ وړاندوينه کوي ځکه چي د ملګرو ملتو او افغانستان چارواکو تراوسه اړين ګامونه د ټاکنو د تياري لپاره ندي اخيستي.
د کرزي دا وروستۍ څرګندوني د هغۀ له پخوانيو ژمنو سره په پرتله سستي بريښي چي ويلي يي و د راتلونکو پارلماني ټولټاکنو مهالويش به نه بدليږي. ",کرزي د پارلماني ټاکنو د شوني ځنډ ګنګوسي پياوړي کوي
1872,سورغر توخى,"
کندهار
نن سهار پر نه نيمي بجي دسپين بولدک داشرف تاڼې دولتي سرتيرچي له تاڼې څخه دبولدک ښارته ستنېدل پر لاره پر يوه ښخ کړل شوي ماين يې موټر والوت چي نهه نفره مړه او قوماندان يې زخمي شوى دى
ددې پيښې په اړه په سپين بولدک کې دسرحدي لوا مشر قوماندان رازق بينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل ."". په دې پيښه کې زموږ ٩ نفره سرتيري مړه او ددې سرتيرو مشرقوماندان قادر(بايي ) شديد زخمي ده .
طالبانو ددپيښي پخلى کړى دى او ددې پړه يې پر خپله غاړه اخيستې ده
",طالبانو په يوه بمي چاودنه کې نهه نفره دولتي سرتيري ووژل .
1873,,"
",
1874,,"
١٠ سلواغې ١٣٨٣
په افغانستان کې د بشر د حقونو چارواکود حکومت څخه غوښتي دي چې ان د پخواني شوروي اتحاد د تيري څخه را په دې خوا د جنګي جنايتونو تورن کسان محاکمه کړي.
د افغانستان د خپلواک کمېسون مشرې سيما سمر ويلې دي ددوي يو راپور ښايې چې دريو کې دوه برخې افغانان دا ګڼي چې د بشري ضد يا جنګي جنايتونو قربانيان دي.
ددې افغانانو څخه ٩٠په سلوکې غوښتنه کړي ده چې هغه کسان چې جنګي جنايتونه يې کړي دي، هغوي دې له واکه لري کړي شي.
په سروې کې بله پوښتنه په جنګي جنايتونو د تورنو د محاکمې په اړه شوي وه چې هرو سلو کې څلويښتو دا نظر درلود چې دا کسان بايد محاکمه شي.
ولسمشر حامد کرزي ته د راپور د سپارلو پر مهال آغلې سمر وويل چې حکومت بايد د انصاف لپاره د خلکو دا غوښتنه پوره کړي. دې زياته کړه د دې نه پرته سوله نه شي ټينګيدي . ",دافغان حکومت څخه د بشر د حقونو دچارواکو غوښتنه
1875,خالدهادي,"
ښاغلی اسدالله غضنفر د کندز ولايت د چهاردرې په ولسوالۍ کې زيږيدلی دی
ښاغلی اسدالله غضنفر د کندز ولايت د چهاردرې په ولسوالۍ کې زيږيدلی دی . دولسم ټولګی يې د کندز ښار په شيرخان ليسه کې لوستی او وروسته يې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی لوستی دی .
",اسدالله غضنفر
1876,,"
",
1877,,"
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه خپلو ټولو درنو لوستونکو او د افغاني فرهنګ مينه والو ته خبر ورکوي چي په ( ويبپاڼه ) کښي د ګل مخونو برخه چيري چي د هيواد د بېلابېلو ليکوالو ، شاعرانو ، اديبانو او هنرمندانو ژوند ليکونه په کښي ځای شوي دي ، په نوې بڼه د يو شمير نوو ژوند ليکونو په لرلو سره پرليکه شوه .
په ( ګل مخونه) پاڼه کي د هيواد د بېلابېلو ليکوالو ، ژورناليستانو ، شاعرانو ، اديبانو ، کيسه او ناول ليکونکو ، هنرمندانو ، ليکګرانو( خطاطانو ) ، انځورګرانو ، افغاني فلم تياتر او سينما د لوبغاړو او وړاندي کوونکو د ژوند ليک خپرولو لپاره د بېنوا ويبپاڼي د خپرنيزي څانګي ، يا ښکلا مجلې له ادارې سره اړيکي ټينګ کړئ .
تاسو د ژوند ليک راليږلو لپاره يوې ځانګړې پاڼي ته اړتيا لرئ ، دغوښتني په وخت کي يې موږ ستاسو پر پته د پوست ، فکس ، يا برېښناليک له لاري ليږو .
که غواړئ ( ګل مخونه) پاڼه وګورئ دلته کښېکاږئ .
که غواړئ د ويبپاڼي دچلوونکو او ښکلا مجلې د ادارې پتي تر لاسه کړئ .دلته کښېکاږئ
",( ګل مخونه )
1878,سورغر توخى,"
له نوموړو کسانو څخه دوه نفره دمحاکمي قاضيان عبدالله مجددي اوحاجي محمد ولي او دمرافعي څارنوالي دوه تنه څارنوالان اقا محمد او بخيتاراحمد اودرې تنه دګمرک مامورين دي چي دکندهار دنوي والي ګل اغاشيرزي په وينا دوى په خپلو دندو کي غفلت کاوه .""
ګل اغاشيرزي په دي اړه وويل ."" هڅه کوم په ټول اداردوکې هغه کسان چي غفلت کوي لري کړم او يا هغه کسان چي عام ولس ځيني ناراضه وي له دندو ګوښه کوم .او ددکندهار ولس ته ډاډ ورکړ چي ډير ژربه دکندهار په ټولوادادروکي داسي کسان پر دندو وګماري چي اهل کاره وي او وکولي شي ستونزي په ښه ډول سره حل او فصل کړي اوټولني ته سم خدمت وکړي او له دي سره سره به اداري فساد هم له منځه ولاړ شي.
", په کندهار کي اووه تنه دولتي مامورين له دندوګوښه کړل شول
1879,سعيدزابلى,"
غوړه مرغه غزل
کړم اعتراف چي لږو ډير هم غنمرنـــــګ نه مـــــــــــــــني زړه مي داټول ښکلي مني مګر بدرنــــــــګ نه مـــــــــــني
داستا شاعر خو دستار پـــــــــــــه څيردى ښـــــکلي يــــــاره څوک يې له نازه وي په غيږکي څوک يې ترنګ نه مني
ستا په ښايست کي چي دخو لفظ په شونـــــــډو راوړي جــــانــــانـــــــــه ومــــــنه هغــــــــه نشه دبنـــګ نه مــــــــــني
چي زړه تري يوسي نوبه نور غريب ته څه پاتـــــي شــي شيخ ملامت نه دى چي ستا دسترګو جنګ نه مــــني
داکليـــوال ( سعيد ) خـــو هم يو عجـــيــــبه سـړى دى شونډي يې خوښي خو په شونډوباندي رنګ نه مني
سعيدزابلى /غوړه مرغه ",غزل
1880,طاهر بونيرى,"
غزل
داســــې دې يـادزمـــا پــــه زړه کې غـزونې کوي
لـــکه څوک رنــد چــي په نشه کې غـزونې کوي
زړګيــــه ! هر مازيګر دا خبرې څــــله کـــــــــــوي
چې شاه ليلى به اوس چينه کې غزونـــې کـــوي
يه سترګو!مه ګورئ راوګرځي شکمنه نـــه شـــي
وړه کوچـــۍ ده په خيمه کې غــــزونې کــــــــوي
دکلي خلق په کوټــــو کښي په ارام ويـــده شي
طاهــراکـــثرپه نيمه شپه کې غــــــزونې کـــــــوي
",غزل
1881,,"
",
1882,حنان حبيبزى = مزار شريف,"
حنان حبيبزى = د مزار شريف ښار ښايي حيران شوي به ياست چې ، چا دسمال راووړ او له كومه يې راووړ ؟ زه د هغې سندرې خبره كومه چې د كليوالو او ښاري ځوانانو د مجلسونو اوسنۍ ديرې پرې ګرمې دي( دسمال يې راووړ ځونډي پرې پورې.....بې بورې مه كړې د هلك مورې ......پاس په ګودر كې شور ماشور شوو ...)
دا سندره زما د هيواد د خوږ ژبي سندر غاړي صديق شباب په غږ كې نوې نوې له راډيو ګانو څخه اوريدل شوې ده ،يو ځل كه دوه ځل ما هم د بي بي سي له راډيو څخه واورېده رښتيا ډيره مې خوښه شوه ، زه نه پوهيږم چې ددې سندرې كمپوز چا كړى دى ،خو د سندرې ټكۍ ( بيتونه ) ډير فلكلور او په خواني دي ، چې د ا ډول سندرې د كليوالو ځوانانو ډيرې زياتې خوښيږي ، تاسو به هم ارومرو دا سندره زمونږ د هيواد ددې خوږ غږي سندرغاړي په غږ اوريدلي وي ، كه پام مو كړى وي ډيره خوندوره موسيقي په كې كاريدلې ده ، چې نني ځوانان يې ماډرن موزيك بولي ، د پام وړ خبره په دې كې داده چې د سندرې ټكۍ يا بيتونه فلكلور دي او موسيقي يې د نني پېر يا عصر سره برابره ده ، دا ډول سندرې ته چې يو بهرنى وګړى هم غوږ شي نو ارومرو يې اوري ځكه چې په موسيقۍ كې يې نوى والى دى او شعر يې فلكلور دى او دا د اوسني عصر غوښتنه هم ده چې مونږ وكولى شوو ، په هر ه چاره كې يو نوښت را منځته كړو ، دا خبرې مې په دې پورې وكړې چې كه پام مو كړى وي زمونږ هيوادوال د دوه اخترونو تر منځ د ځنې ځانګړو دودونو او رواجونو له كبله ودونه نه كوي او له لوي اختر څخه وروسته عموما ميندې او پلرونه هڅه كوي چې خپلو زامنو ته ودونه وكړي .
زه لوي اختر په دويمه او دريمه تر اوومې پورې د بغلان ، كندوز او تخار ولايتونو ځنې هغو ولسواليو ته ولاړمه چې زما يو شمير ملګري په كې ژوند كوي ،بل وخت خو سړى نه وزګاريږي نو ما هم د اختر له دې رخصتۍ څخه ګټه واخيسته ، او د چا خبره په يوه وار مې دوه پاختكې ښكار كړې مانا هم مې د ملګرو خبر واخيست او هم مې د سيمې له حالاتو څخه ځان خبر كړ او ځنې مهم مطالب مې د راډيو لپاره راټول كړل .
د اختر په دويمه د غوري ولسوالۍ ته ورغلمه هلته مې ښايسته ډير ملګري اوسيږي ،زه چې كله د خپلو ملګرو د ليدو لپاره ورغلمه نو زما نه مخكې له نورو څيرمه ولايتونو څخه هم ډير ملګري راغلي وو ، نو په يو واده واوښتو ، واده هم د سيمې د يو خان او لوي زمكه وال د ځوي ! هغه داسې چې كله د شاهو يا شاه پلار خبر شوو چې مونږ هم ډير شمير هلكان له بيلو بيلو ولايتونو او ولسواليو څخه راټول شوي يو دلته د ده په كلي كې، د چاپه كور كې، يو ، نو مونږ ته يې هم بلنه راكړه چې دده د ځوى د واده په خوښۍ كې ګډون وكړو .
مونږ هم په خوشالۍ ورغلو چې ګورو په لوي پټي كې چې د كوربه د ميلمستون په وړاندې وو زيات شمير ځوانان په اتڼ لګيا دي او دا سندره وايي ( شين كميس دې لمن داره .........ګرده دې لمنه .....) ډولچي هم ډير ماهيره وو د، دوه لټه اتڼ په دود يې دې سندرې ته ډول درزاوو،دا سندره چې ختمه شوه ، يو ځوان چې د ډنډي غوري له وردكو څخه وو او ښې غوړې تورې څڼې يې هم پر وږو را ځړېدلې وې ، ناڅاپي يې له خولې راووتل چې ( پاس په ګودر كې شورماشور دى ................دسمال يې راووړ د هلك مورې........................) دا سندره يې دومره په خوند ويله چې زړه به دې ويل چې ورشه او په اتڼ كې ونډه واخله .
اوس چې ودونه كيږي د هلك كورنۍ يو سيمه ييز سندر غاړى راولي چې ډمبوره او يا هم غيجكه له دايرې يا تبلو سره غږوي او په دغه ډول سندر غاړو كې ځينې داسې دي چې د رقص لپاره روزل شوي هلكان لري چې عمرونه يې له شپاړس كلن څخه بيا تر اتلس كلن پورې وي دا سندر غاړي بيا له ودونو پرته په ځنې نورو ځانګړو محفلونو كې هم ډمبوره او غيجكه غږوي ،او دغه هلكان رقصوي ، په ځنې ډمبوريي محفلونو كې دا هم ليدل شوي دي چې نڅاګر هلك ته د نجنو جامې وراغوندي او پښو پورې يې ځونډي لرونكي زنګونه تړي ، خو دې سړي دا ډول سندر غاړى نه وو راوستى خو د اتڼ لپاره يې ځوانانو ته ښه ډولچي را بللى وو .
شپه همداسې د سبا په لور ورلنډېده او همدا دوه سندرې چې پورته يادې شوې بيا بيا ويل كېدې او ځوانانو ورته اتڼ كاوو ، د سهار پنځه بجې به وې چې مونږ له كوربه څخه وغوښتل كه اجازه راكړي چيرته وېده شوو ، هغه بيا په ډير درناوي يوې كوټې ته بوتلو او هلته وېده شوو ، نوې به مو سترګې په خوب خوږې شوې وې چې غږ شو ( راولاړ شئ ) چې ناوې پسې ځو ، خو مونږ هم ځانونه تيار كړل او لنډه يې دا چې كله د ناوې له كوره راتلو نو يو كليوال چې پكوله يې په سر وه او ښه اوږده ږيره يې هم درلوده ، د زړه له تله نارې كړې چې ( په بسم الله قدم راواخله ړ ښايسته ناوكۍ ................. الله دې مل شه ..................) .
تر اخره پورې يې دا سندره وويله ، د شاه او ناوكۍ كور ډير نږدې په نږدې وو داسې يې وبوله چې دواړه په يوه كوڅه كې اوسېدل ، د ورځې څه باندې لس بجې به وې چې مونږ له غوري څخه د كندوز ولايت په لور وخوزېدو ، خو كله چې مې له هغو ځوانانو چې واده ته د اتڼ لپاره راغلي وو وپوښتل چې تاسو دا سندرې څنګه زده كوئ ؟ هغوى سم لاسي راته د صديق شباب نوم واخيست او وې ويل چې د هغه له نوې كيسټې يې زده كړي دي ، چې كاپي يې وايي د افغانستان بازارونو ته راغلې ده ، له ما يې وپوښتل چې دا صديق شباب به چيرته وي او په كوم ځاى كې ژوند كوي او د هغه د ټليفون د نمبر غوښتنه يې را څخه وكړه چې كه را سره وي ورته ور يې كړمه ، ما ورته وويل ، رښتيا هم هغه زمونږ د هيواد ډير خوږ ژبى سندر غاړى دى خو ما سره يې له بده مرغه هيڅ په اړه مالومات نشته چې چيرته ژوند كوي خو ما يې هم هغه سندره چې( دسمال يې راووړ .....) له راډيو څخه اوريدلې ده .
له دې ځوانانو مې وپوښتل چې د اتڼ خو ډيرې نورې سندرې هم شته تاسو ولې همدا دوه سندرې شپه تر سبا ويلې او ستوني مو پرې وپړسوول ، هغوى وويل ، دا سندرې مونږ ته نوې ښكاره شوې او بيا ښاغلي شباب په ډيره مينه ويلي دي او تر اوسه يې د هيواد له هيڅ يوه سندر غاړي داسې سندرې نه وې اورېدلې چې ټكۍ يې زړې وي او موسيقي يې نوې ! .
ما ورته وويل ولې د فرهاد دريا وروستۍ دوه سي ډي ګانې مو هير شوې چې څو ښې كليوالې سندرې يې په كې ويلي دي او په ډير خوند يې ويلي دي ، دوى ويل چې ،هو ! ستا خبر سمه ده خو هغه سندرې مونږ وړاندې له بل سندر غاړي هم اوريدلي دي او دا سندرې چي دي د صديق شباب خپل نوښت دى ،كله چې بيا تخار او كندوز ته لاړو هم د هر ځوان او ماشوم په خوله كې همدا سندره وه چې ( دسمال يې راووړ د هلك مورې .............) نو همدلته مې له ځان سره وويل چې دې سندرې صديق څومره مشهوره كړى دى . مبارك يې شه !..........
",دسمال يې راووړ.................!؟
1883,خالدهادي,"
ښاغلی افضل ټکور په کال ١٣٣٩ لمريز کال کي د ننګرهار ولايت د کوزکونړ ولسوالۍ دکوټۍ په کلي کي زېږيدلی دی د ژوندليک ځيني برخي ناپوره دي !
ښاغلی افضل ټکور په کال ١٣٣٩ لمريز کال کي د ننګرهار ولايت د کوزکونړ ولسوالۍ دکوټۍ په کلي کي زېږيدلی دی .
لومړنۍ زده کړي يې د خپل کلي په ښوونځی کښي تر سره کړي او په ١٣٥٧ لمريز کال دکونړ ولايت د کوز کنړ د ولسوالۍ د سيدجمال الدين د ليسې د دولسم ټولګی نه فارغ شوی او لوړي زده کړي يې د ننګرهار پوهنتون د انجنيرۍ په پوهنځی کي تر سره کړي دي . په کال ١٣٦٤ ل يې نوموړې پوهنځی پای ته ورسوله .
د پوهنځی له فراغت وروسته يې د افغانستان د ليکوالو د ټولني سره په کار پيل وکړ ، په لومړيو کي د ژوندون مجلې مهتمم ، او وروسته د ١٣٧٦ ل کال څخه وروسته بيا د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر ړنګېدو پوري د نوموړي مجلې دمسول مدير په توګه پاته شو.
ښاغلی ټکور د يوې مودې لپاره د انيس ورځپاڼي د ادبي مخ چي د نکريزو پاڼه نومېدله چلوونکی و، وروسته د څو کالو لپاره د افغانستان راډيو ادبي خپرونه ( ولولې ) لپاره شعرونه او ... ليکلي دي ، ددې ترڅنګ تر اوسه ( ١٣٨٣ ل ) پوري د لسګونو کتابونو اهتمام کړی ، په بېلابېلو خپرونو کي يې څېړنيزي مقالې خپرې شوي ، او بېلابېلو غونډو او سيمينارونو لپاره يې پر مختلفو موضوګانو څېړني مقالې کښلي دي .
ښاغلی ټکور د شپږو کالو راهيسي د خپلي کورنۍ سره په هالنډ کي مېشت دی .
ښاغلی ټکور د لاندنيو چاپي اثارو خاوند دی :
١ _ دا ليکوال او دا څېرې تذکره بيهقي موسسې له خوا په کال ١٣٦٤ ل کابل
دا د هغو ٩٠ تنو ليکوالو او شاعرانو تذکره ده چي د ارواښاد استاد بېنوا د ( اوسني ليکوال ) تر پېژندګلوی وروسته يې علمي او ادبي کارونه کړي دي . دغه اثر په ٥٠٠ مخونو کي په ١٣٦٤ ل کال د بيهقي د نشراتي موسسې له خوا په کابل کي خپور شوی دی .
٢ _ ښکالو د پسرلو شعري ټولګه دپښتو ټولني چاپ _ ١٣٦٥ ل کابل
٣ _ د نظر غشي د سايل شعري ټولګه د قومونو او قبايلو وزارت چاپ _ ١٣٦٧ ل کابل
د خوږ ژبي شاعر رحمت شا سايل د شعرونو غورچاڼ دی چي د ښاغلي ټکور له خوا ترتيب شوې او سريزه پر ليکل شوېده .
٤ _ د هسک پېغله د بېنوا شعرونه د ليکوالو ټولني چاپ _ ١٣٦٨ ل کابل
د هسک پېغله د استاد بېنوا دهغو شعرونو ټولګه ده کوم چي په تيرو پنځوسو کلونو کي د هيواد په بېلابېلو خپرونو کي چاپ شوي دي . راټولونکی يې افضل ټکور دی .
٥ _ پرهرونه ټکورونه شعري ټولګه د ليکوالو ټولني چاپ _ ١٣٦٨ ل کابل
٦ _ يو داغ يو ټکور شعري ټولګه په خپل لګښت چاپ _ ١٣٧٤ ل پېښور
د ټکور صيب د شعر يوه بېلګه :
",افضل ټکور
1884,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ١١
کابل : د نړيوالو اېتلافي ځواکونو په همکارۍ هنرمندان يوې سيالۍ ته بلل شوي چې که د توغنديو په تېره د سټرينګر توغنديو د بيرته سپارلو هڅولو ته بريالي پوسټرونه جوړ کړي نو ٢٠٠٠ امريکايي ډالره انعام به ورسپارل کيږي .
په کابل کې ځينې په دې باور دي چې دا د نړيوالو ځواکونو د هغو اندېښنو څرګندويي کوي چې وايي هسې نه سټرينګر توغندي د ترهه ګرو لاس ته ونه لويږي .
سټرينګر توغندي د ١٩٨٠ مو کلونو په ترڅ کې امريکاييانو مجاهدينو ته سپارلي و چې د شوروي سرۀ پوځ سره په جګړه کې خورا بريالي ثابت شول .
همدا توغندي په هغو کلونو کې د ګڼ شمير روسي الوتکو د رانسکورولو دليل بلل کيدۀ .
د نجيب د حکومت تر نسکوريدو وروسته داسې خبرونه او ګنګوسې ډيرې وې چې د پاکستان پوځ له افغان مجاهدينو څخه دغه توغندي په لږه بيه ترلاسه کړي دي خو کوم رسمي او پوخ سند ترمنځ نشته .
",٢٠٠٠ ډالره جايزه وګټئ
1885,,"
د بېنوا ويبپاڼي ځانګړی رپورټ ( کابل د ١٣٨٣ د سلواغې ١١مه )
پرون ( شنبه د سلواغې ١٠ ) د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې ډاکټرې سيما ثمر ولسمشر حامد کرزي ته خپل رپورټ وړاندې کړ چې د خلکو د غږ تر سرليک لاندې و .
بېنوا وېبپاڼه وياړي چې دغه رپورټ يې په بشپړ ډول موندلی او بې له څه لاسوهنې يې تاسو ته وړاندې کوي .
دراپورد بشپړ متن لوستلولپاره دغه ځای کښېکاږئ .
",دافغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون بشپړ رپورټ
1886,,"
",
1887,خالدهادي,"
اجمل پسرلی د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .تر اتم ټولګي يې د کندز ولايت په تجربوي ليسې کې درس ويلی
اجمل پسرلی د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .
تر اتم ټولګي يې د کندز ولايت په تجربوي ليسې کې درس ويلی او ورپسې يې د کابل له غازي ليسې څخه د ١٢ ټولګي سند اخيستی دی .
ښاغلي اجمل پسرلي د سعودي عربستان له سعود پوهنتون څخه په عربي ادبياتو کې د لسانس سند ترلاسه کړی دی .
دۀ له عربي ژبې ژباړې کړي دي او خپله يې هم ګڼې لنډې کيسې کښلي دي .
اجمل پسرلی اوس د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې د ازادۍ له راديو سره کار کوي .
د دوي دوه کتابونه تر اوسه چاپ شوي دي .
لنډې کيسې به څرنګه ليکو ؟ دا د لنډؤ کيسو پر فني اړخ ليکل شوی کتاب دي چې دوی له عربی ژبې پښتو کړی دی او خپلې زياتونې هم لري .
اوبو وړی ، د اجمل پسرلي ناول دي . ",اجمل پسرلی
1888,عبدالله احسان,"
ښاغلی عصمت الله څاروان د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .دوي خپلې لومړنۍ زده کړي د کندز په ولايت کې کړي دي ښاغلی عصمت الله څاروان د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .
دوي خپلې لومړنۍ زده کړي د کندز په ولايت کې کړي دي ، دولسم ټولګی يې د کابل له غازي ليسې او د لسانس سند يې د پېښور له پوهنتونه ترلاسه کړی دی .
عصمت الله څاروان ډير کلونه په پېښور کې د هيواد په اوونيزه کې د مرستيال چلونکي دنده ترسره کړه ، ورپسې يې د ايران په تهران راديو کې کار کاوۀ . اوس د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې له ازادۍ راديو سره په کار بوخت دی .
ښاغلي څاروان ډيرې ژباړې کړي او ګن شمير کتابونه يې چاپ شوي دي .
د دوی انګليسي پښتو جيبي ډکشنري چې په ١٩٩٠ کال کې په لومړي ځل چاپ شوې وه تر اوسه څو ځلې په بيا بيا چاپ شوې ده .
دغه راز ځينې کيسې او د انګريزي ژبلوست کتابونه يې په پېښور کې چاپ شوي دي . دوی د نژدې ١٠٠ زرو انګريزي پښتو پر ډکشنرۍ هم کار بشپړ کړی چې لا چاپ شوې نه ده .
ښاغلي څاروان يو ناول هم له انګريزي پښتو ته ژباړلی چې په لنډ وخت کې چاپيدونکی دی .
د دوی چاپ شوي کتابونه په دې ډول دي :
١ : انګليسي پښتو جيبي ډکشنري
٢ : نوی ميتود ، انګليسي ګرامر
٣ : انګليسي معلم
٤ : د لقمان حکيم کيسې
٥ :د بهلول دانا کيسې
٦ : خطونه سرخطونه
٧ : پښتو اينډ انګليش فريز بوک ( انګليسي ژبه نيويارک چاپ )
٨ : دري انګليسي فريز بوک ( انګليسي ژبه په نيويارک کې چاپ )
",عصمت الله څاروان
1889,خالدهادي,"
ښاغلی عبيدالله محک د لغمان په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړې يې په هم هغۀ ولايت کې ترسره کړي
ښاغلی عبيدالله محک د لغمان په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړې يې په هم هغۀ ولايت کې ترسره کړي وروسته يې د کابل په پوهنتون کې لسانس اخيستی دی .
ښاغلي محک ډير کلونه د ښوونکي په توګه کار کړی دی . وروسته بيا پر ځينو نورو څوکيو هم ګمارل شوی خو د شوروي اتحاد د ځواکونو له يرغل سره ډير کلونه د څرخي پله په زندان کې بندي و .
په ١٩٩٤ کال کې ښاغلی محک لندن ته راغی او د بي بي سي له پښتو څانګې سره يې همکاري پيل کړه . دوی اوس هم په لندن کې اوسيږي .
عبيدالله محک د پښتو ژبې تر ټولو اوږد ناول کښلی دی چې زمرده نوميږي او تر ١٢٠٠ ډير مخونه لري .
ښاغلي محک ډيرې لنډې کيسې هم کښلي دي . د دوی د لنډؤ کيسو يوه ټولګه او دوه ناولونه تر اوسه چاپ شوي دي . دوی ډيرې کره کتنې هم کړي چې د افغانستان په پخوانيو مطبوعاتو کې خپرې شوي وې .
",عبيدالله محک
1890,خالدهادي,"
ميرمن صفيه حليم په پېښور کې زيږيدلې ده . د پېښور په پوهنتون کې يې زده کړي دي وروسته په هم هغۀ ښار کې د يوۀ ښوونځي ښوونکې وه
ميرمن صفيه حليم په پېښور کې زيږيدلې ده . د پېښور په پوهنتون کې يې زده کړي دي وروسته په هم هغۀ ښار کې د يوۀ ښوونځي ښوونکې وه خو د سکاټلينډ په يوه پوهنتون کې يې د نورو زده کړو لپاره بورس ترلاسه کړ .
تر هغه وروسته په لندن کې د بي بي سي پښتو خپرونې ته راغله او تر ٢٠٠٣ کال پورې هلته وه چې په وروستۍو کلونو کې يې مشري هم په غاړه لرله .
ميرمن حليم په پښتو ژبه لنډې کيسې او يو ناول کښلی دی . د دوی د لنډو کيسو دوه ټولګې چاپ شوي دي . د سيند باد په نامۀ يې د ماشومانو لپاره د فولکلوريکو کيسو يوه ژباړه هم چاپ کړې ده .
د ښکلي کتاب په نامۀ يې د نثرونو يوه ښکلې مجموعه څو کاله وړاندې چاپ شوه . اغلې حليم اوس هم له بي بي سي سره په کارونو بوخته ده خو د پښتو په ډيرو خپرونو کې يې په پرله پسې توګه ليکنې خپريږي . ",صفيه حليم
1891,خالدهادي,"
ښاغلی مصطفی سالک د ننګرهار په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړي يې په هم هغۀ ختيځ ولايت کې ترسره کړي او پاتې يې په پېښور کې کړي دي ښاغلی مصطفی سالک د ننګرهار په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړي يې په هم هغۀ ختيځ ولايت کې ترسره کړي او پاتې يې په پېښور کې کړي دي .
نوموړي د پېښور په اتحاد پوهنتون کې د ښوونکي په توګه کار کړی خو وروسته د بي بي سي له تعليمي پروژې سره همکار شو . تر څه وخته يې په لندن کې هم له بي بي سي پښتو څانګې سره همکاري لرله او اوس په کابل کې له همدې ادارې سره کار کوي .
مصطفي سالک ښه شعر وايي او د يوه ناول پر ليکلو يې داستاني اثارو ته هم مخه کړې ده .
د دوی د شعرونو يوه پښتو او يوه دري ټولګه تر اوسه چاپ شوې ده . ناول يې ، پاتې شه باران دی ، دوه ځلې چاپ شوی دی . ښاغلي سالک ځينې څيړنې هم کړي او پر حمزه بابا يې هم يو کتاب ليکلی چې لا د چاپ لارې څاري .
د ښاغلي سالک د شعر يوه بېلګه :
بخښنه غواړو !بېنوا ويبپاڼي ته د ښاغلی سالک صاحب شعر نه دی رسېدلی ",مصطفي سالک
1892,,"
ډاکټر داود جنبش د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې زيږيدلی دی . د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی يې لوستی او وروسته يې له تاشکند پوهنتون څخه په ژورناليزم کې د دوکتورا سند اخيستی دی .
ډاکټر جنبش د کابل پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځي کې د استاد دنده ترسره کړې او ډير شاګردان يې روزلي دي .
دوی له بي بي سي سره خپله همکاري د مسکو د خبريال په توګه په ١٩٩٠مو کلونو کې پيل کړه خو له ١٩٩٧ کال څخه په لندن کې له همدې ادارې سره په کار بوخت دی .
ښاغلی جنبش د خواږۀ نثر خاوند دی ، که څه هم د دوی ډير کار ژورناليستيک دی خو داسې ويل کيږي چې ځينې شعرونه يې هم ليکلي چې په خپل نامۀ يې نه دي چاپ شوي .
دوي له روسي ژبې دوه کتابونه په پښتو ژبه ژباړلي چې د روسي جنرالانو خاطرې وې .
",داود جنبش
1893,خالدهادي,"
نصير احمد احمدي په کابل کې زيږيدلی دی خو پلرنی ټاټوبی يې دغزني ولايت دی
نصير احمد احمدي په کابل کې زيږيدلی دی خو پلرنی ټاټوبی يې دغزني ولايت دی .
دوي خپلې لومړنۍ او منځوۍ زده کړي په کابل کې کړي دي خو په پلازمېنه کې د تنظيمي جګړو له امله له لوړو زده کړو پاتې شوی دی .
ښاغلي احمدي اوس په کابل کې د بي بي سي له تعليمي پروژې سره همکار دی .
دوی په دې وروستيو کلونو کې ګڼ شمير لنډې کيسې وليکلې او د لنډؤ کيسو يوه ټولګه يې هم د سړه سيلۍ په نامۀ چاپ شوه .
ښاغلي نصير احمد احمدي له نورو ژبو په پښتو ځينې ژباړې هم کړي دي چې يو کتاب يې په دې لنډ وخت کې د بېنوا کتاب خپرونکې ټولنې له خوا چاپيدونکی دی .
دژوندليک يوه برخه پاپوره پاته ده ، وروسته يې بيا وګورئ .
",نصير احمد احمدي
1894,خالد هادي حيدري,"
پښتنه هيله
زما دزړه په لوي جهان کښي
له وختونو
له کلونو
خدای جوړ کړی سلطنت دی
لوی دربار دی
لوی رياست دی
پکښي ګرځي او راګرځي
زر سرتيري د خيالونو
زر شېربريتي د دردونو
زر مينځياني ارزوګاني
زر مريان د ارمانونو
* * * * * *
يوه دنګه ښاپېرۍ ده
څوارلسم غوندي سپوږمۍ ده
ملکه د سلطنت ده
د احساس تاج ئې په سر کي
لکه لمر داسي ځليږي
د سکون تخت ته چي خيژي
ته به وايي چي بريښنا ده
پاس له ځمکي هسک ته خيژي
د سرو وينو يو سور فرش ئې
تر قدم لاندي غوړيږي
سپين د اوښکو سمندر ئې
و راسته خواته روان وي
د زخمونو سور انګار ئې
و چپه ته خواته روان وي
په پسې ټول وزيران وي
د جانان ښائسته خيالونه
په سلام ورته ولاړ وي
جنرالان ښکلي فکرونه
* * * * *
ملکه نه ده يو نور دی
يو ښائست دی يو سرور دی
په سپين مخ کي ئې دوه سترګي
لکه غشي په کمان کي
چي يوازي ويني ژاړي
چي يوازي وژل غواړي
سپين لاسونه ئې دوه ستوري
سپين بدن ئې کهکشان دی
چي پاس وګوري لږ پورته
خوار اسمان ورته راکوږ سي
چي پر ځمکه نظر خپور کي
ټول جهان ورته راکوږ سي
* * * * * *
زما په ذهن کي هنداره
دې سوالو ته ځواب غواړي
اخير دا ملکه څوک ده ؟
دا زما د زړه واکداره
او
ددې نامه به څه وي ؟
خلګ وايي شاعري ده
ستا پر زړه ئې پاچهي ده
ستا خيالونه ئې رام کړي
ستا دردونه ئې خپل کړي
ستا په اوښکو ئې غزلي
ستا زخمونه ئې سندري
کائناتو ته ويلي
خو
زه وايم دغه ښکلي هسکه پيغله
چي زما پر زړه حکومت کړي
دا يو مينه پښتنه ده
په فطرت کښي مي اخښلې
يوه هيله پښتنه ده
٢٤ جنوري ٢٠٠٥
نيوجرسي ،متحده ايالات ",پښتنه هيله
1895,,"
كارمونديزه خبرتيا
Job VacancyAfghanistan Localization Program (ALP)Job Title:Computational Translator (Resource One and Resource two- MS Windows and MS Office Components)كمپيوټرپوهنيز ژباړنNumber of Vacancies:Sixteenشپاړس تنهResponsible to:Manager, Afghanistan Localization ProgramDuty Station:ALP Office, 13th Floor, Ministry of Communications, KabulDuration:6 Months (With possibility of Extension)The Background:Afghanistan Localization Program (ALP) is a project of Afghan Computer Science Association (ACSA) which is working on translation of software systems into different local languages. This will include adaptation of the software to cultural preferences, such as the type of the decimal separator, the text direction (left-to-right or right-to-left), and the format of the ZIP code or the dialog layout. The project is dealing with translation of computer glossary into local languages that will then be used by different software developing companies to ensure wide access to software, databases and online content to the people in Afghanistan. The project will also undertake the development of collation sequence, locale, normalization and sorting, find-replace, fonts, spell checker, thesaurus and other related software components.The Microsoft Localization:Afghanistan Localization Program an initiative of ACSA in the partnership with the Ministry of Communications (MoC) is working on Microsoft Localization. The Microsoft Localization Project was officially started on September 1, 2004, where the Project Team is working to develop the Pashto, Dari and Uzbaki versions (user interfaces) of Microsoft Windows and Microsoft Office.Organizational relationships:The Computational Translator will be answerable to the Manager of Afghanistan Localization Program, with tasks to be undertaken with relevant implementing partners, project staff and primary stakeholder groups to enable a learning process, ensure inclusive decision making with respect to translations and maximize transparency and accountability.Responsibilities and tasks:• Translate the computer glossaries according to the standards defined by ALP• Work on neologisms during the translation process• Search the appropriate terminologies in dictionaries and list them in a designed format for future use.• Share the translations with the “component’s” researcher and linguist according to the ALP plan, get their advise to ensure the quality of the work• Proofread the work done by the translators, researchers and linguists whenever required• Manage the lexicon of the program in all phases.• Help in creation of automatic tools for terminological projects• Other related activities as suggested by the manager and required by the localization team.Qualifications and experience required:A university degree in Pashto, Linguistics, Computer Science or IT is prioritized, 12th grade is required. Study of linguistics principals, excellent understanding of Pashto and English languages, excellent translation skills; ability to develop neologism while translating the glossaries, good skills in computing particularly of working at and understanding of Microsoft Windows and Microsoft Office environments, self-motivation and the ability to work as part of a team in a multicultural environment are very important.The deadline for applications is 25th January.Applicants who are qualified for this post are requested to submit their applications [CV, cover letter and recent photograph (optional)] to:Afghanistan Localization Program13rd Floor, Ministry of Communications, KabulEmail: localizer@acsa.org.afTelephone: 020/ 2103919, 2103920, Cell: 070205032",كارمونديزه خبرتيا
1896,,"
",
1897,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل: افغان حکومت د نړيوال بانک تر هغۀ رپورټ وروسته چې ويل يې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده په سلو کې ٥٠ ډيره شوې ، خوښي ښوولې ده .
نړيوال بانک وايي په دې ودې کې د داخلي توليداتو زياتېدل ، تر نورو کلونو د ښې کرهڼې او د نورو کلونو خلاف د بې ځايه پيسو نه چاپولو لويه ونډۀ اخيستې ده .
نړيوال بانک د افغانستان د حکومت له لورې د بيا رغاونې او له لويه سره د اقتصاد په برخه کې د پورته کړيو ګامونو ستاينه هم کړې ده .
د افغانستان لپاره د نړيوال بانک استازي ويلي لا هم ځينې داسې برخې شته چې په ښه کولو سره به يې افغان اقتصاد لا ښه شي .
ښاغلي جان مازورولي چې په افغانستان کې د نړيوال بانک استازيتوب کوي وويل له ټولو ولايتونو څخه د ماليو ټولول ، د امنيت ټينګيدل او ملي يووالی هغه برخې دي چې د افغانستان اقتصاد به ورسره نور هم ښه شي .
",افغان حکومت له اقتصادي ودې خوښ دی
1898,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د امريکا د ټايمز مجلې خبر ورکړی دی چې د عراق د بيا رغاونې لپاره سپارل شوې ٨.٨ ميليارده ډالره تري تم شوي دي .
دغه مجله د چارواکو له خولې تر يوۀ ځايه په عراق کې د امريکايي ادارې مخکينی مشر پال برمر ګرم بولي چې بې پوښتنې يې عراقيانو ته پيسې داسې پراېښې وې چې پکې د درغليو امکان ډير و .
د ټايمز مجله زياتوي يوازې په يوۀ دفتر کې د راجستر شويو څه کم نهه زرو مامورينو له ډلې ايله ٦٠٠ تنه په رښتيا موجود و نورو يې هسې د کاغذ پر مخ شته والی لارۀ .
په کابل کې د دغۀ خبر په اوريدو ځينو سترګې پاس کېکاږلي او ويره لري چې هسې نه په افغانستان کې هم همدې ډول بې پاميو خپل کار نه وي کړی . ",٩ ميليارده ډالر ورکې دي
1899,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږ کال په پوهنتون کې د ځای موندنې په هيله د کانکور په ازموينو کې د برخه والو زده کوونکيو شمېره ٤٠ زرو ته رسيږي .
د يادونې وړ ده چې په ١٣٨١ کال کې دا شمېره ايله ١٨ زره او په ١٣٨٢ کال کې څه باندې ٢٥ زره وه .
تېر کال دغه ازموينې ډيرې لانجمنې وې چې د ځينو ولايتونو پايلې ونه منل شوې .
دغه راز تېر کال د کانکور د نتايجو لپاره له ګاونډي هيواد ايران څخه مرسته غوښتل شوې وه خو سږ کال د نړيوال بانک او سويلي کوريا په مرسته افغانستان توانيدلی دی چې دغه چارې په خپل کور کې ترسره کړي . ",د کانکور برخه وال زده کوونکي ٤٠ زره دي
1900,سورغر توخى,"
کندهار
دکندهارد ارغنداب ولسوالۍپه مربوطاتو تېره ورځ پر څلوربجو يو دسورليو موټر په يوه زاړه ښخ شوي ماين والوت.چې له امله يې څلور تنه مړه او پينځه تنه ټپيان شول ،
په نوموړې پيښه کي ديوه ماشوم په شمول درې تنه نور وژل شوي دي او دڅلورو نوروماشومانو سريو کس شديد ټپي شوى دى .
نوموړې پيښه په داسي حال کې رامنځ ته شوې ده چي ددې سورليو سراچه موټر له بل موټر څخه مخکې کيدوچي کچې ته واوښت او ماين ورباندي وچاوديد.""
په کندهار کې دميرويس روغتون رئيس ډاکتر عبدالسميع دنوموړو ټپيانو حالت هم دانديښني وړښودلى دى ده بينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل ."" په دې ټپيانو کې يې ددوحالت نازک دې او پاتي دوتنو ته يې داميد هيله کيداشي .
دنوموړې پيښې په اړه په کندهار کې امنيت امير محمدسالم احساس خبري سرچينو ته ويلي دي چي داماين دروسانو دوخت زوړ ماين وه چي پر موټر وچاوديد.""
دطالبانوهم دنوموړي ماين په اړه له وژل شوي کسانوسره غمرازي ښودلي او داي زوړ ماين بللى دى .""
",دکندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له کبله څلورتنه مړه اوپينځه تنه ټپيان شوي دي
1901,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د افغانستان د ښار جوړولو وزير انجينيير يوسف پښتون وايي دغه هيواد ٦٠٠ زرو نويو کورونو ته اړتيا لري چې خلک يې تر يوۀ ځايه سرپناه ومومي .
په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت ښاغلي پښتون نن ( دوشنبه ) وويل د دې کورونو له جملې بايد ١٠٠ زره په ښارونو کې پاتې ٥٠٠ زره په کليوالو سيمو کې جوړ شي .
د ښاغلي کرزي په نوې کابينه کې د ښار جوړولو د وزارت تر بيا موندنې وروسته دا د ښاغلي پښتون لومړنی خبري کانفرانس و .
د يادونې وړ ده جې د طالبانو د حکومت تر نسکوريدو وروسته په لومړنۍ کابينه کې ښاغلی پښتون په همدې څوکۍ ګمارل شوی و خو وروسته د کندهار والي وټاکل شو .
يوسف پښتون په خبري کانفرانس کې ومنله چې دوی د دومره کورونو په جوړولو کې جدي ستونزې ويني .
",افغانستان ٦٠٠ زره نوي کورونه غواړي
1902,سورغر توخى,"
دکندهارد ارغنداب ولسوالۍپه مربوطاتو کې يو دسپرليو موټر په زاړه ښخ شوي ماين والوت.چې له امله يې څلور تنه مړه او پينځه تنه ټپيان شول چې په دې پيښه کې ديوۀ ماشوم په شمول درې تنه نور وژل شوي دي او دڅلورماشومانو سره يو کس سخت ټپي شوى دى .
نوموړې پيښه په داسي حال کې رامنځ ته شوې ده چي ددې سپرليو سراچه موټر له بل موټر څخه مخ ته کيدوچي کچې ته واوښت او ماين ورباندي وچاوديد.""
په کندهار کې دميرويس روغتون رئيس ډاکتر عبدالسميع دنوموړو ټپيانو حالت هم دانديښني وړښودلى دى ده بينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل ."" په دې ټپيانو کې يې ددوحالت نازک دې او پاتي دوتنو ته يې داميد هيله کيداشي .
دنوموړې پيښې په اړه په کندهار کې امنيت امير محمدسالم احساس خبري سرچينو ته ويلي دي چي داماين دروسانو دوخت زوړ ماين وه چي پر موټر وچاوديد.""
بل پلو د کونړ له ولايت څخخه په يوۀ خبر کې راغلي چې د جلال اباد - اسعد اباد په لويه لاره باندې يوۀ ماين کې دوه کسان وژل شوي دي .
د کونړ د امنيې چارواکي وايي ﻻ هم نه پوهيږي چې وژل شوي کسان د اېښودل شوي ماين قربانيان دي او که خپله دوی ماين اېښود .
",کندهار او کونړ کې د ماين چاودنې شوي
1903,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل: د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوې خبرتيا کې ويلي چې دوی يو ځانګړی کميسيون جوړ کړی دي . د دغۀ کميسيون دنده به دا وي چې په افغانستان کې د فساد او غير اخلاقي چارو مخنيوی وکړی .
د کورنيو چارو وزارت وايي دوی په کابل کې دننه د ځينو رستورانونو او هټيو څارنه غواړي چې هسې نه هلته الکولي مشروبات نه وي .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي دوی هر ډول ټولنيز فساد جدي ګڼي او سخ چلند به ورسره وکړي .
",د کورنيو چارو وزارت فساد ضد کميسيون جوړ کړ
1904,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : ولسمشر حامد کرزي له خپلو وزيرانو سره د غونډې په ترڅ کې د عراق ولس ته مبارکي ورکړه چې په ښه توګه يې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره کړې .
ولسمشر کرزي د عراق په ټاکنو کې د ګڼ شمير کسانو ګډون د خوښۍ وړ وبالۀ او ويې ويل هيله لري چې دا ټاکنې په هغۀ هيواد کې سولې او ثبات ته لاره پرانيزي .
د عراق تر ټاکنو وړاندې ولسمشر کرزي ويلي و چې عراقيان دې له افغانانو زده کړي او د ټاکنو له لارې دې خپل هيواد ته سوله راولي او بيا دې يې ورغوي . ",کرزي عراقيانو ته مبارکي ورکړه
1905,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د افغانستان ر انتخاباتو د نوي جوړ شوي کميسيون مشر بسم الله بسمل ويلي دي چې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې به پر وخت ترسره شي . دا وخت د دۀ په وينا د ١٣٨٤ کال د غويي يا ثور مياشت ده . پخوا داسې خبرونه و چې ښايي دا ټاکنې د چنګاښ تر مياشتې وځنډيږي .
ښاغلي بسمل په پلازمېنه کې له ورځپاڼه ليکونکو سره د خبرو پر وخت وويل يوازينی خنډ د سرشميرنې نشتوالی او د ټاکنو لپاره ر بودجه نه څرګنداوی دی .
بسم الله بسمل وويل د افغانستان نوې ولسي جرګه به ټولې ٢٤٩ څوکۍ ولري او دی په هيله دی چې په زرګونو کسان به دغو څوکيو ته سيالي سره کوي .
ښاغلي بسمل له کانديدېدونکو کسانو وغوښتل چې تر ټاکنو ٧٥ ورځې وړاندې خپل نومونه ثبت کړي .
",دافغانستان د ولسي جرګې ټاکنې پر وخت کيږي
1906,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د افغانستان د اطلاعاتو و کلتور د وزارت يوۀ لوړ يوړي چارواکي چې د خپل نامۀ له اخيستلو يې ډډه کوله هغه خبر رد کې چې ويل کيدل غوث زلمی به د افغانستان د تلويزيون د مشر په توګه ټاکل کيږي .
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د بېنوا وېبپاڼې دا خبر د ځينو باوري سرچينو له خولې ورکړی و .
اوس پاس ياد شوي لوړ پوړي چارواکي ومنله چې ښاغلی غوث زلمی له هالينډڅخه کابل ته رابلل شوی خو د تلويزيون د مشرۍ څوکۍ لا هم معلومه نه ده چې چا ته به ورکړل شي . ",د غوث زلمي د ټاکنې خبر رد شو
1907,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : ملګري ملتونه غواړي چې له افغانستان سره د مرستې په دود د نړۍ په هر ګوټ کې د مخدره توکيو افغان قاچاق وړونکي ونيول شي .
د ملګرو ملتونو د مخدره توکيو او جناياتو د مخنيوي د چارې مشر انتونيو ماريا کوستا وايي ٢٠٠٥ کال بايد په افغانستان کې د مخدره توکيو لپاره وروستی او د مبارزې کال وي .
دی وايي د افغانستان د حکومت له لورې پيل شوې هغه تګلاره سمه ده چې په دغۀ هيواد کې د کوکنارو د کروندو د ختمولو لپاره يې کوي .
ملګري ملتونه غواړي چې په پنځو کلونو کې ٢٥ ميليونه ډالره په افغانستان کې ولګوي چې له بزګرانو سره يې مرسته کړې وي .
",افغان قاچاق وړونکي به هيڅ ځای پناه ځای نه لري
1908,محبوب الله ''محبوب'' اسلا م اباد,"
غزلعشق که هر څو له منځه وړي ، ياغي غرور دښکلاخو يو په سله زيا توي خوند او سرور د ښکلا دبد رنګۍ جادو پرې هېڅ اغېز کولی نه شي که د چا زړه کې وي سپېڅلی غوندې نور د ښکلا د قدرت هره کرشمه به ورته ښکلې برېښي که را ژوندی شي دچا زهن کې شعور د ښکلا د ښکلا راز به دلته څنګه څوک په جار و وا ېي دلته مدام په دار ختلی دی منصور د ښکلاوخت به شي تېر او د بدرنګو پا چا هي به ړنګهيوه ورځ به دنګه پا چاهي راځي ضرور د ښکلا د ښکلا خدای به پرې سپېڅلی شبنم و وروي مدام به نه وي نرګسي زړګي رنځور د ښکلا چې مې د زړه ريښتو نې مينه ابدي غوندې شيد روح پر پاڼه ، پاڼه ليکمه ز بو ر د ښکلا نور به د خپل محبوب دسترګو رياضت کومه ماته ېې سترګو کې نن و برېښېده طور د ښکلا ",غزل
1909,,"
",
1910,,"
",
1911,,"
",
1912,,"
",
1913,,"
",
1914,عبدالله احسان,"
ښاغلی محمدمعصوم هوتك د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاګل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى
ښاغلی محمدمعصوم هوتك د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاګل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى .
لومړنۍ زده كړې يې د خپلې كورنۍ له مشرانو څخه ترسره كړي او تر دوولسم ټولګي پورې يې په ميرويس لېسه كې زده كړې كړي او لوړې هغه يې له حقوقو پوهنځي څخه پيل كړې او بيا يې د كابل پوليتخنيك د ساختماني انجنيرۍ په څانګه کښي په زده کړو بوخت شو ، خو دا زده کړي د ناروغۍ له کبله نيمګړي ترې پاته شوې،تر هغه وروسته يې د كندهار عالي دارالمعلمين او كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى ولوست ، ددې ترڅنګ يې ديني زده كړې هم كړې دي. په تاريخ كې هم د ډېرې مطالعې خاوند دى . رسمي دنده يې د كندهار په مشرقي لېسه كې د ښوونكي په توګه پيل كړې، سربېره پردې يې په نورو څانګو كې هم يو لړ دندې درلودلې دي. لومړنى شعر يې پر ١٣٤٣ ل كال په طلوع افغان ورځپاڼه كې خپور شوى دى، د ښاغلي هوتك ځينې شعرونه د ""څرك"" په نامه هم خپاره شوي دي.
د هوتك صيب شعر پر ټولنيزو مسايلو راڅرخي، د مانا له مخې يې په خپل شعر كې يو لړ ملي او افغاني ارزښتونه رابرسېره كړي او هڅه كوي چې هنري معيارونه هم اوچت وساتي.
په جلا وطن چاپېريال كې د فرهنګپالو او فرهنګيالو افغانانو ترڅنګ د ښاغلي هوتك هڅې هم د ستاينې او مننې وړ دي، چې د همدې مينې په بركت يې د نورو فرهنګيالو او قلموالو لاسنيوى هم كړى او خپله دغه مينه يې په زبات رسولې ده. په خپله هم خپلو ادبي او فرهنګي كارونو ته دوام وركوي، چې په دې برخه كې يې په هماغه پردي او اغزن چاپېريال كې هم څو كتابونه ليكلي او خپاره كړي دي.
ښاغلی هوتک د١٩٩٢ زېږديز کال راپه دې خوا د کاناډا دټورنټوپه ښار کي د خپلي کورنۍ سره يو ځای ژوند کوي . چاپ شوي اثار : ١ _ سرامني اوښکي ــ شعري مجموعه ـــ ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ز. کراچي ٢ _ پاشلي ويناوي ــ دمولوي صالح محمدهوتک ـــ سريزه اوحاشيې ــ ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ز. کراچي يادونه : مولوي صالح محمدهوتک زمادمورپلاردئ . ٣ _ دميرزاحنان بارکزي دېوان ــ سريزه ــ سمون اولغتنامه اوخطاطي ــ ١٣٧٠ ل = ١٩٩١ ز. کراچي ٤ _ پوخ کاڼی ــ پټه خزانه يوواقعيت دئ ـــ ١٣٧٥ ل = ١٩٩٦ ز . ټورنټو ٥ _ احمدشاهي کندهار ـــ لومړی چاپ ـــ ١٣٧٥ ل = ١٩٩٦ ز . ټورنټو ٦ _ميرزاعبدالودودهوتک ـــ ١٣٧٧ ل = ١٩٩٨ ز . صحاف نشراتي موسسه ٧ _ پښتني قبيلې اوروايتي شجرې ــــ ١٣٧٩ ش = ٢٠٠٠ ز. دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني ٨ _ ښکاراوکندهار ـــ ١٣٨٢ ل = ٢٠٠٣ ز. صحاف نشراتي موسسه ٩ _ درنه کورنۍ ( دعلامه حبيب الله کندهاري کورنۍ ) ١٣٨٣ ل = ٢٠٠٣ ز. دعلامه حبيبي دڅېړنومرکز ١٠ _ دپولادي اميرترسيوري ﻻندي ـــ دفرانک مارتين ليکنه ــ پښتوژباړه ـــ ١٣٨٣ ل ــ دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني ١١ _ بحرالعلوم ــ ددوست محمدخټک ـــ لومړی ټوک ـــ سريزه ــ سمون اوحواشي ــ ١٣٨٣ ل = ٢٠٠٤ ز. صحاف نشراتي موسسه ١٢ _ روڼي شپې ـــ شعري مجموعه ــ ترچاپ ﻻندي ـــ صحاف نشراتي موسسه
۱۳ - سل پګړۍ يو پوړنی - د هوتکو ملي ، روحاني ، علمي ادبي او ټولنيزي څېرې ـ ۱۳۸۴ د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه - جرمني
١۴ _ شين سترګي مستخدمين په افغانستان کي ـــ څوقسطه په ګوربت مجله کي ــ په کتابي بڼه ۱۳۸۵ ل ــ صحاف نشراتي موسسه ناچاپ اثار : ١ _ دلوی احمدشاه بابا دېوان ـــ دڅوخطي اوچاپي نسخوله مخي ـــ سريزه ـــ سمون اولغتنامه ٢ _ دهوتکونوميالي ـــ ٣ _ دبې ادبه ادب څېړنه ٤ _ پرتليزکليز ــ دهجري قمري اوعيسوي سنواړونه اورااړونه ٥ _ دغره او د وره ( ژوندپېښي ) ٦ _ کچکول ـــ دمقالومجموعه ــ ٣ ټوکه ٧ _ دافغانستان انتالوجي ( ١٠٠٠ مخه ) ټايپ سوې نسخه يې دبيهقي کتاب چاپولو په موسسه کي خوندي وه .اوس يې حال نلرم . د ښاغلي هوتک د شعر څو بېلګي : د "" استاد"" هڅونه استاد مې له كـــــــــــــــــــــــــــــابله نوشتو ته هڅوي مرغۍ په مات وزرو الوتــــــــــــــــــــــــــو ته هڅوي د ليك په هره كرښه كې فيضونه راته خــــــاندي دشعر هره مسره مې ترانــــــــــــــــــــــــــــــو ته هڅوي خبر نه يم چې زما په تور تـــــــــندي كې څه ليدلي چې مات زړه مې و لويو كــــــــــارنامو ته هڅوي كه هر څو راخبر چې پردېسۍ يم ســـــــخت ځپلى بيا هم مې توړۍ ژبه ګړېدو ته هڅـــــــــــــــــــــــــــوي د هيلـــوقافله مې له ســــــــــــــــــكون څخه راباسي پر لوري د سبا يې خوځېــــــــــــــــــــــــــــدوته هڅوي يوسف د اميدونو مې د ياس له څاه راكـــــــــاږي ټولۍ د ارزوګانو كنعــــــــــــــــــــــــــــــانو ته هڅوي ښاخــــــــــونه د لاښ بڼ مې نه پرېږدي و وچېدو ته غوټۍ د قريحو مې غوړېـــــــــــــــــــــــــدو ته هڅوي تهنه د عقــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاب د الوتلو مېنه نه ده بازان مې د خيــــــــــــــــــــــــــالونو سردرو ته هڅوي پرمـــــــــــــــــــــــــــــادنامېنديوپېڅول دئ غوړېدلی حسوده زمانه مي چوپېــــــــــــــــــــــــــــــدوته هڅوي زمازړه دبېلـــــــــــــــتانه غمونوهسي ﻻندي کړی چي يومخ مي له ژونده هديروته هـــــــــــــــــــــڅوي خولې سم له خجلته چي کردې دافغــــــــــان ګورم چي ورور د ورور دکـــــــــــــــورخرابېدوته هڅوي ارمان کړم پرهغه چي مي ننګونه ورستـــــــــــايله نن ټول خپل اردليان ولوټېدوته هــــــــــــــــــــــڅوي داڅرنـــــــــــګه جادودئ داکورډاګي څه په وکړي مصلحي ارادې چي وجـــــــــــــــــــــــــــګړوته هڅوي پرماتوره تياره ده سهارلـــــــــــــــــيري شپه يلداده استادمي دسپېـــــــــــــــــــــدووچاودېدوته هڅوي نوګاله يې په مېــــــــــــــــړانه دبېلتون دراه غمونه معصومه چي( رشـــــــــــــــــاد) دي آيندوته هڅوي اوکويل ـــ کاناډا ٥_ اګسټ ١٩٩٦ ز
ښاغلي هوتک ، د خپل ګران استاد د مړيني خبر په داسي حال کي واوريد، کله چي دوی غوښتل خپل استاد ته ( د علامه رشاد بابا د درې اتيايمي کليزي په مناسبت _ په کاناډا کي د جوړ شوي سيمينار ) په اړه حال ووايي ، د هوتک دا ارمان نېمګړی پاته شو ، او اوښکو يې ګرېوان خيشت کړ؛
آه،استاده ! کوکرې سترګي له غمه ســــــــــــــــــــــــولې ژاړه ژاړه ژاړه چشمې تشي له يمه ســــــــــــــــــــــــــــــــولې ژاړه ژاړه ژاړه ديدې چي موروښانه وې پـــــــــــــــــــــه ديددښکلوښکلو لچني له ماتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه چينې چي خوټېدلــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ځني فيـــض برکتونه نن تشي له کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه زينې چي پرختلو به لوړپــــــــــــــــــــــــــــــــــــوړته دپوهني مفلوکي له پرتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه دخمې چي ږغــــــــــــــــــــــــــــــولې يې نغمې دسوي ميني نن ورکي له ادمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاګوتي چي سخرغــــــــــوټي دتحقيق پرې خلاصيدلې افسوس چي بې قلـــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هالېچي چي مــــــــــــــــــــــــــــــــزله تې رسول درانه بارونه بېځواکه ســـــــــــــــــــــــــوې بې دمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاسترګي چي ليدل يې باريکۍ پرتــــــــــــــــــــــورتمونو هيهات ! وچي له نــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هامېني سولې توري چي پــــــرټېک ستړي ستومان وو سپېرې له ډېرالــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاهيلي چي پــــــــــــــــــــــــــــــــه ياديې پايــــېدلو ډېر کلونه نامرادي له ستــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هامراندي چي کږدۍ مــــــــــــــــو دادب وه باندي ټينګه پوده دګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــورله يمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاﻻري سوې کوره چي به بېغـــــــــــــــــــــــــمه باندي تللو متروکي له صنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاستني چي ماڼۍ مــــــــــــــــــــــــــــــودڅېړني پرتکيــــه وه لړزاندي سوې بې زغـــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه هاغونډي ، مجلسونه ، محفلونــــــــــــــــــــــه وجرګې مو يومخ خالي له برمــــــــــــــــــــــــــــــــه سولې ژاړه ژاړه ژاړه (( رشاد )) راڅخه بېل سو دروندغم چوک سوپښتانه ته چــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــغاري له عالمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه ګرېوان چاته کــــــــــــړم څيري ډک زړګی چاته خالي کړم (( معصومه )) بې همدمــــــــــــــــــــــه سولې ژاړه ژاړه ژاړه نوستاﻻربه پالمه پرقدم به دي ګام ږدمه پرسختوپرپېچوموبه دي نوم راننګومه اوکويل ــــ کاناډا اوله دډسمبر٢٠٠٤ ز.کال ( ــــ دسهاراووه بجې
دنازَولوکور ﻻاوس هم باندي چغيږي څوبلبـــــــــــــــــلي پرهادرختوچي جګړونه دي سوځـــــــــــلي اوس ﻻهم وږم راځي له سپېرودښــــــــتو خيرکه وريځوڅوپسرلي نه دي خنـــدلي اوس ﻻهم په سړوزړوکي څه ګرمي سته نامېــــــــــــــــــــــــــــــنديوکه هرڅودي ننولي ﻻمين کاته دي پاته پرڅــــــــــــــــــوسترګو په کږوبڼو ﻻاوس هم زړه پېـــــــــــــــــــــيلي طراوت يومخي ټول نه دئ له باغــــــــــــه ﻻڅوک سته چي دنرګس جام ته نېنګلي له ګړوب ښاره ﻻنغـــــــــــمه دميني اورم ازانګې مي يې له لــــــــــــــــيري اورېدلي دريــــــــــــا زاهدان پټ سرپکښې ګرزي خپلوکړو او خپل عمل دي شرمــــــــولي عقل کوچ نه دئ يومخي له دې ښــــــاره خيرکه کډودجنــــــــــــــــــــــــــــون پراړولي ﻻپروچوشونـــډوناسته څه موسکا ده څه کې خاوري دبېلتون پرســــرپاشلي چي دستړو قافلې پرهوســــــــــــا کيږي اوس ﻻهم هغه چينې ســـــــته هغه کلي له دې ښاره نظرمه اړوئ خلـــــــــــــــــکو پکښې اوسي اوس ﻻهم څـــونازولي ټورنټو ـــ کاناډا ١٢ نومبر ٢٠٠٢ ز
",محمد معصوم هوتک
1915,هدايت الله هدايت _ استراليا,"
هدايت الله هدايت ٣١ جنوري ٢٠٠٥ _استراليا
څه موده مخکې د هند په سمندر کې بحري زلزلې او داوبو قهر داسي يو هيبت و انسانانو ته را ښکاره کړ او داسي سمندري موجونه يې د بحر د تل نه پر سر راوستل چې نتيجه يې په دې سيمه کې د يوې داسي لويې بشري فاجعې زيږه ول وو چې بشريت په ياد نه لاره . دا فاجعه د څونامي«Tsunami » يا د سمندري خېز په نامه مشهوره سوه.
څونامي د هند د اوقيانوس د هيوادونو لکه هند، سريلانکا،بنګله ديش، تايلند،برما، مليزيا، اندونيزيا... چي د دی سمندر پر غاړه پراته هيوادونه دي دهغوي ساحلي سيمې داسي يو په بل پسي په خپلو موجونو کې را غوټه کړه چي د بشر د طبيعي پېښو په تاريخ کې يې ساري نه وو ليدل سوی . دا پېښه د يوې وحشتناکې طبيعي پېښي په توګه ثبت سوه. دې سمندري زلزلې او د اوبو قهر څه کم دوه لکه انسانان ووژل، د نيم مليون نه زيات يې زخمي کړل او په ميليونونور يې بې کوره آواره او بې اوړو کړه. په اوبو کې يې بې اوبو او چولاوه کړه او په داسي يوې طبيعي بلا او آفت کې يې اخته کړل چې ټوله سرکښه انسانان ورته هېښ پېښ پاتي سول!
هغه څه چې د سونامي سمندري زلزلې او ددې طبيعي فاجعې هيبت يې د نورپخوانيو ورته پېښو نه ممتازه کړ هغه که ددې زلزلې د وژل سوي انسانانو د لوړ شمېرپه خاطروو خو په دې کې هم نغښتي وو چې دا پېښه د جغرافيايې په يوه ډېره پراخه ساحه کې پېښه سوه او ډېر زيات هېوادونه يې په يوه وخت کې متأثره او غمجن کړل. دې انساني فاجعې نړيواله بڼه ځکه پيدا کړه چې په آن واحد کې يې اته آسيايې، پنځه افريقايې هيوادونه په مستقيم ډول پکښې زيانمن کړل او څه ناڅه لس زره تنه د 45 هېوادونو وګړي چې په سيل او سياحت را وتلي وه خپل ژوند دﻻسه پکښې ورکړ.
په دې حوزه کې پراته هيوادونه اوس دداسي يوه واقعيت سره مخامخ سوه چې سونامي ورته ويل کيږي او په راتلونکي کې يې د تکرار احتمال هم ډېر دئ . دهغې سره دمقابلې په خاطر دسيمې دهيوادو متقابله همکاري او دداسي يو سيسټم و نصبېدوته د ضرورت خبره را پورته کوي چي د داسي پېښي د بيا کېدو نه وړاندي د تيار سئ ږغ وږغوي څو په دې وسيله خلګ و خوندي ځايو ته پناه يوسي . ځينې کار پوهان په دې باور دي چې دداسي يوې همکارۍ د فضا د را مينځته کېدو زمينه به ددې طبيعي آفت يوه مثبته نتيجه وي . د هغوي په نظر دې سمندري زلزلې داسي يو فرصت را مينځته کړ چې کېداي سي ددې سيمي د هغو هېوادو تر مينځ د همکارۍ مزي ټينګي کړي کوم چې د پخوا راهيسي يو او بل ته په کږو سترګو ګوري او پر يوه او بل باندي باور او اعتماد نلري.
خو که ددې فرصت نه تېر سو دا خبره هم جوته سوه چې دې بحري زلزلې په نړېواله سطحه هم ډېر هغه ماړه هيوادونه و دې تلاښ ته را کش کړل چې ددې غمځپلي هېوادو د خلګو سره د مرستي په نامه و داسي يو بې سارۍ کمپاين ته مخه کړي چې دهغه نه يې د انساني مرستونه زيات د سياسي ګټې پورته کول لوی هدف وو .
د مثال په توګه د امريکاد متحده ايالاتو پوځي يرغل پر عراق او افغانستان باندي او پر دې هيوادو باندي دامريکايې دطيارو بمبارۍ او په عراق کې د خونړيو پېښو دوام او خرابتيا ډېر ناوړه تأثير د نړۍ په عامه افکارو کې او په خاص ډول په اسلامي نړۍ کي را مينځته کړی دئ . ددې سره يو ځاي د ګوانتانامو او ابوغريب او بګرام په بنديخانو کې د امريکايانوو حشتناکه او غير انساني چال چلند چې دبشر دټولو منل سوي حقوقو نه بر اعلاسرغړونه وه، د اسرائيلي پوځيانو لخوا د فلسطين د خاوري د اشغال دوام او د اسرائيلي پوځيانو غير انساني او خونړۍ چلند د فلسطيني وطنپاله خلګوسره چې ماشومان، ښځي او زاړه سپين ږيري يې اصلي قربانيان دي، په ټوله نړۍ او اسلامي هېوادو کي د امريکا او اسرائيل او د هغه د انډيواله غربي هيوادو سره ډېر ناوړه کرکه او غضب را پارولۍ دی .اوس امريکا او د هغه انډېواله لويديځه هيوادونه د نړۍ د عامه خلګو په ذهنيت کې خپله جاذبه او ددوستۍ د نارو سورو تأثيرپه قطعي توګه دﻻسه ورکړېدۍ. نه ددموکراسۍ دتأمين وچ کلک شعارونو او يا د هغه دکاپيو صادرول دا خلګ خوشاله کړل او نه د پرديو هيوادو يرغل و دوي ته د واقعي آزادۍ زيری ورکړ.
همدا وجه وه چې دامريکا د پاليسۍ جوړونکي کارپوهان په دې لټه کې سوه چې ددې طبيعي ناورين څخه په ګټه اخيستلوسره خپل د ريا او تزور انساني تصوير ددې سيمي او نړۍ وخلګو ته په خپلو مرستو کې وښيې. جورج بوش د امريکا جمهور ريئس په دې تلاښ کې سو چي ددې فرصت نه حد اعظم استفاده وکړي څو دخلګو دا ياغي سوی ذهنيت رام او هغه په دا شاني مرستو رانيسي . هغه ددې کار په لومړي ګام کې د نوي کال په لومړۍ اوونۍ کې خپله وينا ودې زلزلې ته وقف او لارښوونه يې وکړه چي د امريکا بيرغونه دي په ټوله نړۍ کې نيم ځوړنده وي. ددې نه علاوه د ابراهاهم لينکلن طياره وړونکې بېړۍ او ډېرو نورو هليکوپترو او طيارو ودې سيمي ته د مرستو په ليږلو کې برخه واخيسته . په دې اړه د امريکا پخواني د بهرنيو چارو وزير کولين پاول دخپل هيواد مرسته لس برابره زياته ا وهغه يې نژدې يو مليارډ ډالرو ته ورسول او زياته يې کړه چې دا دامريکا دخلګو د سخاوت ښکارندوي دی او هغه به تلاښ وکړي چې په ټوله نړۍ کي دداسي سخاوت اندازه نوره هم لوړه کې. راوروسته بيا جورج بوش دای بي سي د تلويزيوني شبکي سره دخپلي مصاحبې په ترڅ کې وويل چې زموږ څرګنده ديپلوماتيک تلاښونه د هغو کسانو د ديپلوماتيکو تلاښو په پرتله چې غواړي د امريکا بدووايې او دخلګو په زړو کي کرکه را پيداکوي قوي او ډېر ښه نه ده. خو دايې هم زياته کړه چې په اسلامي نړي کې خلګو دامريکا همدردي وليدله!
د استراليا حکومت او خلګو د يو مليارډ نه زيات استراليايې ډالرو مرسته اعلان کړه او د ټولي نړۍ د عامه خلګو په انساني او عاطفي تحرک کې يې ځان شريک کړ ، دملګرو ملتوسازمان، د نړيواله سره صليب ټولنه او د سرو مياشتو ټولنو په ډېره پراخه کچه ددې فاجعي د قربانيانو سره په خپلو مرستو کې خپله همدردي او غمشريکي و ښودله. خوهغو هيوادو چې غوښتل يې د دې همدردۍ نه خپل سياسي اهداف پلي کړي هغه څه يې ﻻسته را نه وړل چي غوښتل يې د خلګو و زړو ته ﻻره پيدا کړي.
ددې بحري زلزلې نه را پورته سوي سياسي تأثيرات د دې هيوادو د کورنيو چارو په سياسي فضا کې بدلونونه هم د ډېري پاملرني وړ وه. دې فضا داسي يو دخوښي احساس را پيداکړ چې ګني ددې هيوادو پروني دښمنان به په نني دوستانو بدل سي. په سريلانکا کې څه ناڅه دوې لسيزي کيږي ددې هيواد دجنوب سينهاليان او دشمال د تاميلانو ترمينځ خونړي کشالې رواني دي. ددوي او د محلي دولت په مينځ کې دناندريو د ختمولو تلاښونه تر اوسه ناکامه پاتي دي. دې سمندري زلزلې چي د شمال او جنوب سيمي يې دواړه په يوه اندازه زيانمني کړې د تاميل د پړانګانو دډلي او د سريلانکا ددولت لخوا دسولي ، پخلايني او همکارۍ داسي نښي نښانې وليدل سوې چي دا خوښي يې را زياته کړل.
اس پي تاميلسلوان د تاميلي پړانګانو د سياسي ښاخي يوه مشر د بي بي سي سره ددې پوښتني په ځواب کې چې آيا ددې توقع کيداي سي چې دا طبيعي فاجعه دي د سريلانکا د خلګو په نژدې کيدو کی يو نقش و لوبوي هغه وويل چې نه يوازي د سريلانکا په جنوب کې بلکه په نورو سيمو کې هم ددې تأثيراتو په هکله خبري کيږي. خلګو ته دا باور پيدا سويدی او فکر کوي چي دا وضعيت به وکوﻻي سي چې د متقابل اعتماد حس زياد او د سولې دپروسې سره مرسته و کړي.
په اندونيزيا کې هم وضعه په همدې ډول جريان و موند. د سونامي بحري ښورماښور دا هيواد د يوې لنډي مودي لپاره په دې و توانوۍ چې دسوماترا په ټاپو کې د آچې د وﻻيت جدايې غوښتونکې او مرکزي دولت تر مينځ و ګډي همکارۍ ته اړ باسي. د آ چې جدايې غوښتونکې دکال ١٩٧٦ زېږديز کال راهيسي د خپلواکۍ دپاره تلاښ کوي او نژدې دشلو کالو راهيسي په دې سيمه کې اضطراري حالت دوام لري. داندونيزيا د بهرنيو چارو يو مقام په دي مورد کې وويل چې دا تراژيدۍ ددې باعث سوه چې انسانان يو اوبل سره نژدې کړي او دښمني ددوستۍ او همکارۍ ځاي و نيسي .هغه زياته کړه چي د انسانانو داسي نيژدېوالي دقيقاً هغه څه دي چې موږ ورته اړ يو څو و کوﻻي سو د نړۍ دا سيمه هم د طبيعي بلاو نه او هم دانساني حماقتو نه وژغورو.
کتونکې په دې باور دي چې د وخت په تېرېدو سره او د دې طبيعي ناورين د زخمو او خرابيو په جوړېدو سره به شايد دا مثبت د همکارۍ تأثيرات ولو که ډېر کوچني هم وه خپل ارزښت دﻻسه ورکړي او وضعه به بيرته و خپل هغه لومړنی حالت ته را وګرزوي. خو ډېرو بيا دا تلاښ و کړ چې د خپلو مرستو په زياتوب سره د حالاتو مسير د خپلو ګټو د ساتلو په چوکاټ کي بل رنګ ورکې اوو دې پروسې ته د خپلو غوښتنو پر بنياد دوام ورکړ ي.
د پامه بايد و نه لوېږي چي ددې سيمي په ټولوځايو کې حالات داسي نه وه. دمثال په توګه په ټايلنډ کې هغه سيمي ډېري زيانمني سوې چېري چې ګڼ شمېر مسلمانان پکښې اوسېدل. د جنوري پر دريمه نيټه دټايلنډ په يوه پوځي فرقه باندي دمسلمانو ښورښيانودحملې کاليزه وه. د تايلند چارواکو دلسو زروتنو نه زيات سر تيري د دې ټاپو په درو جنوبي ولايتو کې ځاي پر ځاي کړل څو ددې ښورښ د کليزي د لمانځلو په خاطر د هرډول ګډوډيو نه ساتنه وکړي . دې کار دا وښودله چې ښورښيانو او د تايلند حکومت خپلي دښمنۍﻻ پخپلو کې ساتلي دي.
دسونامي دې غمناکه او باهيبته تاريخي بحري فاجعې دا سوال هم را پورته کړ چي په داسي حالاتو کي د قربانيانو سره د مرستي په خاطر بايد په نړيواله سطحه يوه اوږد مهاله او دائيمي د حل ﻻره پيدا سي . دداسي فاجعې د قربانيانو سره خو مرسته يو انساني او با ارزښته کار دی خواحساسات نشي کولاي د سياست ځاي ونيسي. هره انساني فاجعه خپل تأثير دټولي نړۍ پر اذهانو باندي پرېږدي او هغه متأثره کوي. دداسي ورته طبيعي مصيبتونو دتأثيراتو د کمولو دپاره چي په هر ځاي او په هر وخت کي يې د تکرار احتمال موجود دي و نړيوالې ټولني او شتمنو هيوادو ته په کار ده چې د مځکي د کرې و ټولو اوسېدونکو ته د مرستي يوه دائمي او عادلانه د حل لاري و لټو ي او دا لاري په سياسي بازيو کي را ښکېله نه کړي .
",څونامي او دهغه سياسي پايلې
1916,حبيب الله غمخور_ سويډن,"
حبيب الله غمخور
په سويډن کي د نوي هيلي جريدې د اِدارې له خوا
دخوا خوږۍ پيغام
په زياته خوشنۍ سره مو اطلاع تر لاسه کړه چې دافغانستان د راډيو او تلويزيون پيژندل شوې ويانده فريده پکتين دابد لپاره ددې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه ،
انالله وانااليه راجعون
فريده پکتين نه يوازي دا چې دراډيو تلوزيون تکړه ويونکې وه دهغه شناخت له مخي چې ماددغه محترم فاميل سره درلود هغه دښځو د روا او انساني حقوقواو سالمو آزاديو کلکه ملا تړي او په هيواد کي ددموکراسي دپلي کولودلاري سخته پلوۍ وه . هغي دا دآزادۍ او وطن سره دميني اوعلاقي احساس له خپلي کورنۍ او ژوند دملگري ښاغلي نبي پکتين صاحب سره دگډ ژوند نه په ميراث اخيستۍ ؤ .
کله چي به زه ددوي په کور کي مېلمه کيدم اوموږ به پر يوه دستر خوان راټوليدو ښه مي په ياد دي چي هغي ارواښادي به هميشه ويل : خداي به داورځ کله زموږ په هيواد کي راولي چي د ښځي لکه نارينه چي ورته مور يا خور وايي په عملي او ټولنيز ژوند کي هم همدا شان عزت وشي او هغي ته دنظر دڅرگندولو او نارينه سره يوځاي دهيواد دجوړيدوپه لاره کي دکار او فعاليت اجازه ورکړه شي ، او زموږ هيواد دومره مخته ولاړ شي چي دپرديو له احتياج نه خلاص شو.دا خبري هغي څو څو ځله ما ته هغه وخت کړي کله چي هغي دخپل ژوند دملگري سره يو ځاي په پخواني شوروي کي د نطاقۍ دنده په غاړه لرل او هغي ليد ل چي په هغه وخت کي له افغانانو سره کوم ډول برخورد کيده او هغي لدغه شان برخورد نه رنج وړۍ .
زه دنوموړي خور مړينه زموږ دهيواد فرهنگي ټولني او دښځو دآزادۍ دلاري پلويانو ته لويه ضايع بولم .
دلوي او بخښونکي خداي له دربار نه اغلي ارواښادي فريدي پکتين ته دبخښني او جنتونوپه هيله د شايان صاحب ددرندي کورنۍ غړو، ښاغلي پکتين صاحب او دمرحومي اولادو ته دلوي صبر غوښتنه کوم .
روح دي يې ښاد وي
",فريده پکتين له فاني نړۍ رخصت واخيست
1917,سعيد لودين ، ټورنټو کاناډا,"
غزل
نــه خو حساب لرو د ستورو نه ســـــالار ســــــره ځو
هسي کاږه واږه رهـي يــو لــــه ښــــــامـــــار سره ځـــو
چي د پېــــــــړيو قـــــــاتلان قــــــهرمــانان سي دلته
ځــــــکه خـــو مــــوږ وطن پرسته لاس کي دارسره ځو
وخت چي د وېش سي هريو ځان ته غټه بـرخه واخلي
مـوږ يا صــــــابره يواو يــــا هم له انــکار ســــره ځـــــو
چي د تيـــــارو و روڼېـــــــدو ته يې ځـــــانونه سوځل
هـــــــا شمعو نه ويل چي مـــــــوږ به له سهار ســره ځو
تـــــــا چي به تل باله د خپـــــلو سجـــــــدو لور سعيده
لـــــــه هغه کلي نن ترټلي له پــــــرهــــــار ســـــــــــره ځو
",چي د پېــــــــړيو قـــــــاتلان قــــــهرمــانان سي دلته
1918,,"
کابل: ايراني چارواکو پرون ٢٧٠ افغان کډوال له بند څخه خلاص او خپل هيواد ته وليږل. دا پرمختګ د ولسمشر حامد کرزي له ايران نه د وروستۍ کتنې په پايله کې رامنځته شوی او افغان چارواکي وايي چې دا د ٣٣٠٠ افغان مهاجرو چې په ايران کې بنديان دي لومړنۍ ډله ده چې ايران به يېخوشي کوي.
ويل کيږي چې د ولسمشر کرزي د تيرې اونۍ د کتنې يوه موخه همدا وه چې د افغان کډوالو لپاره شرايط اسانه کړي او د بنديانو د راخوشي کيدلوپه اړه خبرې وکړي.
ځيني خوشي شويو زلميو چې په ټوليزه توګه يا د کډوالۍ سره په تړاو د وړو جرمونو او د پوره اسنادو نه لرلو او يا د نشه ئي توکو د قاچاق په تور نيول شوي وو د بنديخانې دچارواکو څخه د ناوړه چلند شکايت کاوۀ.
دا کسان پرون د هرات په اسلام قلعه کې دهمدې ولايت چارواکو ته وسپارل شول او کورته دستنيدو مصارف يې د مهاجرت نړيواله ټولنه IOM او د ملګرو ملتونو د کډوالو موسسه UNHCR ورکوي.
په يو بل پرمختګ کې په کابل کې د جمهوري رياست چارواکي وايي چې د ولسمشر حامد کرزي او ايراني چارواکو د يو تړون په بنسټ به د افغان کډوالو چې قانوني اسناد ولري په ايران کې د پاتې کيدو وخت ديو کال لپاره وغځول شي خو د ايران سفارت وايي چې دوی له داسې کومې پريکړې نه دي خبر شوي .
هغه افغانان چې اسناد ولري کولاي شي اسناد يې نوي کړي او د يو بل کال لپاره پاتې شي خو هغه شمير کډوال چې قانوني اسناد نه لري د ايراني پوليسو لخو ا به نيول کيږي او بيرته به افغانستان ته شړل کيږي.
همدا اوس په ايران کې تر يو ميليون زيات افغانان ميشت دي چې ايران ورته تر راتلونکې غبرګولي مياشتې پورې وخت ورکړی وو چې ولاړ شي.
په دا وروستيو کې ايران ميشتو افغان کډوالو د ايراني پوليسو نه سر ټکاوۀ چې هغوی ځوروي او ښه چلند ورسره نه کوي او هڅه کوي چې ويي نيسي.
",ايران نيول شوي کډوال خوشي کړي دي
1919,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ١٣
کابل : د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت يوۀ مرستيال جنرال داود خبريالانو ته نن په کابل کې وويل چې په تېرې يوې مياشتې کې ١١٦ زره هکتاره مځکه له کوکنارو پاکه شوې ده .
ښاغلی داود د کورنيو چارو په وزارت کې د مخدره توکيو ضد ادارې مشري کوي . دۀ وويل ياده شوې مځکه د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې وه چې د پوليسو او ځايي چارواکو په همکارۍ د کوکنارو له کروندو پاکه شوې ده .
",په زرګونو جريبه مځکه له کوکنارو پاکه شوه
1920,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٣
کابل : په افغانستان کې ٣١ نادولتي مرستندويو ټولنو په يوۀ پرانيستي ليک کې خبرداری ورکړی دی چې په دغۀ هيواد کې د کوکنارو ضد تګلارې ښايي بې ثباتۍ ته خبره راکاږي .
ملګري ملتونه وايي د افغانستان د ټولو عايدات په سلو کې ٦٠ برخه له همدې لارې لاس ته راځي .
د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن رايس ته په يوۀ پرانيستي ليک کې دغو ټولنو ويلي دغه تګلاره ښايي د ٢٠٠٥ کال په ترڅ کې د افغانستان په ډيرو برخو کې بې ثباتي راولي .
په ليک ليکونکو کې د اکسفام ، پالنې او د کړکيج د نړيوال ګروپ په څير ټولنې هم شاملې دي .
په ليک کې راغلي چې د کوکنارو د ويجاړونې ګواښونو د کوکنارو بيې لوړې کړي دي چې ګټه يې يوازې قاچاق وړونکي اخلي . د مرستندويانو په ګومان قاچاق وړونکو په تېرو کلونو کې خورا ډيرې زيرمې جوړې کړي او اوس به له لوړو بيو څخه نورې ناقانه پيسې هم ټولې کړي .
د ليک غوښتنه دا ده چې متحد ايالات دې لومړی د عايدانو يو بديل پيدا کړي بيا دې د کوکنارو د له منځه وړلو هڅو ته مټې رانغاړي .
",اين جيو ګانې : د مخدره موادو ضد پروګرام خطر لري
1921,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٣
کابل : د افغانستان له شمال څخه رارسيدلي خبرونه ښيي چې د جنرال رشيد دوستم پلويانو په دوهم ځل يوه غونډه کړې چې په سلګونو کسانو پکې ګډون کړی و .
په دې غونډه کې يو وار بيا د ولسمشر کرزي حکومت د دوی په وينا انډول نه دی بلل شوی او غوښتنه کوي چې د شمال له ولايتونو څخه روڼ اندې په حکومت کې ځای شي .
څه موده وړاندې په شبرغان کې دې ته ورته غونډه شوې وه او د امريکا له سفير زلمي خليلزاد څخه غوښتنه شوې وه چې دغه ناخوښي مهمو غوږونو ته ورسوي .
د جنرال رشيد دوستم نژدې سلاکاران وايي خپله جنرال د څوکۍ غوښتونکی نه دی خو غواړي چې ښاغلی کرزی د دۀ په خوښه ځينې داسې کسان په کابينه کې ولري چې د کار وړتيا لري .
د افغانستان په اوسنۍ کابينه کې د ازبک توکمو استازې شته خو ښايي هغه کسان د جنرال دوستم پلويان نه وي .
په کابل کې د سياسي چارو ځينې شننونکي په دې باور دي چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون له رپورټ څخه وروسه ښايي د شمال نننۍ غونډې ته ورته نورې هم وشي چې د فشار د وسيلې په توګه ترې کار واخيستل شي .
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د شنبه ( د سلواغې ١٠ ) په ورځ ولسمشر کرزي ته په وړاندې کړي رپورټ کې غوښتي و چې په جنګي جرمونو کې ښکېل کسان بايد محاکمه شي .
",دوستم : زۀ څوکۍ نه غواړم
1922,,"
",
1923,,"
کابل: د کورنيو چارو د وزارت يو ځانګړي عملياتي ټيم په کابل کي تيره شپه دري ميلمستونونه چي د چينايانو لخوا چلول کيدل وتړل. دوي د الکولو د استعمال او پلورلو او د اخلاقي فساد د خپرولو په تور تړل شوي.
د دوشنبي په ورځ دکورنيو چارو وزارت دا ډله ددي لپاره وټاکله چي په پلازمينه کابل کي د لسګونو بهرنيو او کورنيو ميلمستونواو رستورانونو څخه کتنه وکړي او وګوري که چيري پکي د قانون خلاف کومي کړني تر سره کيږي بنديي کړي.
يو ميلمستون په قلعه فتح الله کي او دوه نور يي په وزير اکبرخان کي د ددوشنبي په شپه تړل شوي. د همدي عملياتو د دوام په ترڅ کي کيداي شي ډير نور ميلمستونونه هم وتړل شي.
د افغانستان د اساسي قانون سره سم په هيواد کي د هيڅ ډول نشه ئي توکو او الکولو استعال او خرڅول نا قانونه دي او هر شي چي د اسلام د سپيڅلي دين په خلاف وي ناروا ګڼل کيږي.
د کابل ښاريانو، د علماوو شوراګانو او مطبوعاتو وړاندي هم څو څو ځلي شکايت کړي وو چي د کابل په بهرنيو هوټلونو او ميلمستونونو کي شراب په ازاده توگه پلورل کيږي. په تيره بيا د هغو ميلمستونونو په اړه چي چينايي اتباع يي چلوي دا اوازي ډيري اوريدل کيږي چي فحشاء خپروي او څواني چينايي ميرمني د پيسو په بدل کي ځانپلورنه کوي چي يو شمير بډاي افغانان يي هم بي لاري کړي وو. خو چارواکو په دي خبرو له ډيري مودي راهيسي غوږونه کاڼه اچولي وو. ",دري چينايي ميلمستونونه په کابل کي وتړل شول
1924,,"
",
1925,,"
",
1926,,"
",
1927,نعمان دوست,"
له دېواله يې کوچنى ښيــښه يي چوکاټ چې رنګه عکس په کې بند و ، را واخيست ، سترګوته يې مخامخ کړ ، شونډې ښکلولو ته جوړې کړې خو نا څاپه شرنګ شو او بيايې دا سې چيغه له خولې ووته چې ټولو ورمنډه کړه .
پر عکس ما تې ښيښې پرتې وې او دا ورته لکه تش کالبوت نا سته وه ، کوچنۍ لور يې تر غاړې لاسونه را تا و کړل او نور غلي ولاړ وو.
رستم ، له ماتو ښيښو عکس را پورته کړ په عکس کې هغه دښي لاس پنجه داسې خلاصه نيولې وه چې دګوتو او ورغوي دنکريزو سور رنګ يې ښکارېده ،پر ټټر يې ومښه او بيا يې ميرمن ته سترګې راواړولې : تر او سه خو يې دمرګ خبر نه دى راغلى ؛ له هغه مخکې ته مړه نه شې .
هغې لکه چې هيڅ نه وي او رېدلي ، هماغه شان چپ نا سته وه او مړې او ښکې يې ګډوډې په اننګو را بهېدې .
دا پنځمه ورځ وه چې سميع کورته نه و راغلى . له پلار نه يې سودا ګري پاتې وه ټوله ورځ په همدې لټه کې و خو ما ښام به يوازې دهغه له خيالونه سره را ستون شو . شبو ورو- ورو مړاوې کېده او ور سره يې خوى هم بدلېده ، لمانځه ته به ودرېده خوتر خلاصېدو به يې صبر تمام شو ،يو دم به يې له سينې لاسونه پورته او مخ ته به يې ونيول ، خو دعا به يې په نيمايي کې په ساندو بدله شوه . ټوله شپه به ځان سره غږېده کله خوبه يې غږ دومره لوړ شو چې بچيانو به يې رڼا بله کړه ، سهار له ويښېدوسره به يې دسميع پر بوټونو برس وواهه ، دکتا بونو بکسه به يې راو اخيسته او بيا به تر ډېره دهغه له خالي کټ سره په خبر و لګياو ه .
نن سها ر چې څنګه چاى ته کېنا ستل ، دانګړ دور ترشا دموټر سايکل غږ شو ، غږ څوځلې او چت شواو بيا لکه په چټکۍ چې يې تيښته کړې وي پسې ورک شو . دسميع پلار دچاى پياله کېښوده ، په منډه دروازې ته لاړ ، دور مخ ته دټايرونو خا پونه مالو مېدل ، نظر يې ورپسې وزغلو خو تر سترګو نه شو ، چې څنګه يې ور تړه زمکې ته يې پام شو ، کاغذي پاکټ چې سره خاپونه ورباندې وو دور مخ ته پروت و د پاکټ پرمخ دسميع نوم داسې ليکل شوى و لکه چې خپله يې ليکلي وي ، پاکټ دروند او منځ يې جګ ولاړ و ، په منډه خونې ته راننوت کله يې پاکټ او کله يې دميرمن په لاس کې د١٣ کلن زوى عکس ته کتل چې منګل يې خلاصه نيوله وه .
شبو دخاوند په لاس کې پاکټ ته سترګې هکې پکې نيولې وې ،پاکټ يې پرانيست ، سور کلوله کاغذ باندې ليکل شوي وو : پيسې راليږې او که ... چې دجملې پاتې برخې پسې کا غذ سپړه درب شو اودوه سرې ګوتې دشبو په لمن کې ولوېدې .
کابل _ دزمان خان کلا
دمر غومي اوله ١٣٨٣ ",سور پاکټ
1928,,"
١٤ سلواغې ١٣٨٣
کابل: د آسيا پرمختيايې بانک اعلان کړي چې د هغو ٥٠٠ مليونو ډالرو هوډ چې د افغانستان سره يې د ٢٠٠٤کال تر پايه پربې ګټو او له اسانتياو سره ملو پورونو کړې و، بشپړ کړي دي.
د آسيا د پرمختيايې بانک چارواکي واي چې د دې مرستو پرېکړه په ٢٠٠٢کال کې د توکيو په غونډه کې شوي وه.
همدا رنګه د آسيا پرمختيايې بانک پروسږ کال د اپرېل په مياشت کې تر ٢٠٠٨ کال د٨٠٠ مليونو ډالرو مرستو هوکړه وکړه چې د پيسو نړيوال صندق ، نړۍ وال بانک او د ملګرو ملتونو د پرمختيايې پروګرام سره په ګډه يې د بې ګټو او له اسانتياو سره ملو پورونو په چوکاټ کې وسپاري. ",د آسيا پرمختيايې بانک د مرستو خپل هوډ بشپړ کړي دي
1929,,"
١٤ سلواغې ١٣٨٣
کابل: په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه واي چې د نشه يې توکو پر ضد مبارزه کې له افغان دولت سره خپلې همکارۍ پراخوي.
د دغو ځواکونو وياند مارک مکين په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په دغو همکاريو کې د افغان ځانګړو ځواکونو روزل، د نشه يې توکو د توليد ځايونه له منځه وړل او د قاچاق کونکو موندل او نيول راځي.
وياند زياته کړه چې په دغه ډګرونو کې مرستې داسې تنظيمېږي چې د ترهګرۍ پر ضدددوي د ځواکونو په عملياتو کومه ناوړه اغيز ونه کړي. ",امريکا د نشه يې توکو په ضدمرستې پراخوي
1930,نجيب منلی _ فرانسه,"
نجيب منلی
د فرانسې د ختيځو ژبو اومدنيتونو د انستيتيوت استاد
”نام خدا“ به ورسره وايو چې د نظره نه شي، په دې وروستيو دوو دريو کلونو کې په افغانستان کې د پښتو مجلو بڼ داسې و غوړېد چې نور نو ګومان نه کوم داسې کوم ولايت به وي چې پښتانه دې په کې شته وي او کومه پښتو مجله دې په کې نه وي.
د شکر ځای خو لا دادی چې د خپرونو زېږنتونو لا دروازې نه دي تړلي او دا هيله به بې ځايه نه وي چې په ډېر نېژدې وخت کې هر افغان ته، په هر ځای کې چې وي، د پښتو مجلې او اخبارونه ورسېږي.
له بده مرغه څومره مو چې د خپرولو وسايل ډېرېږي هماغومره مو د ليکوالو کمی لا ښه ځلېږي. هسې خو به هر څوک قلم راواخلي يو دوه پاڼې به ستا يا زما په ستاينه او غندنه، هغه د سقاو د زوی خبره ” روس او انګرېز ته په ښکنځلو“ او د دنيا پر نادودو سره تورې کړي خو داسې ليکوال چې هم يې له خبرو څه زده کړو او هم د ژبې په وړاندې د مسئوليت احساس وکړي لاتر اوسه د ګوتو په شمار دي.
له همدې کبله نن په لسګونو ”علمي، ادبي، سياسي، ټولنيزې، فرهنګي، خپلواکې نا پيېلې“ خپرونې لرو خو لکه زمونږ د کليو د ګڼو کورو ماشومان چې ټول په اخترونو کې يو رنګه جامې اغوندي همدغسې مو خپرونې هم يوازې د پوښتۍ د انځور په مرسته يوه له بلې بېلېدای شي، هغه څه يې چې په منځ کې دي هغه ټول سره يو شان دي.
دا ځکه چې زمونږ په ګوتو شمېر ليکوالان او پوهان د دوستانو تر فشار لاندې دي او هره ورځ ترې په لسګونو ليکنې غوښتل کېږي. نو که دوستان نه خپه کوي مجبور دي چې هماغه يوه ليکنه يا کټ مټ يا په څه ادلون بدلون څو څو ځايه چاپ ته ورکړي.
که د خپرونو له لوري خبره و ځيرو هم ورته انځور به تر ګوتو کړو: هر مجله، اونيزه او ورځپاڼه يو يا دوه تنه له ځانه تېر هېوادپال فرهنګي ځوانان په خپله توره او د الله په اسره چلوي. هغوی دا وس نه لري چې هره ليکنه وارزوي، کره او ناکره يې مالوم کړي او ان چې د پروفو په لوستلو کې هم ډېر ستونزې شته.
د همدغو مجلو اد خپرونو له برکته به د هېواد په نېژدې راتلونکي کې په ګڼ شمېر ژورناليستان او ليکوالان راوټوکېږي نو ځکه خو بايد پېژندل شوي ليکوال، پوهان او ژورنالستان دغه تازه نيالګي له پامه و نه غورځوي او بې له دې چې تر خپل سوري لاندې يې راولي په روزلو کې يې له چلوونکو سره هر اړخيزې مرستې وکړي. په دغو مرستو کې يوه دا هم ده چې د خپرونو د اغيزمنتوب د لارو چارو په لټولو کې خپلې تجربې، اندونه او فکرونه ورسره شريک کړي.
هر څوک لمر له خپلې کړکۍ ګوري. زه ژبه د ژبپوهانو، نحويانو او صرفيانو پلرنی جايداد نه بولم د خلکو د ژوند او چلند يوه وسيله يې ګڼم نو ځکه خو هر وخت او هر ځای دوستان دې ته هڅوم چې د خلکو د پاره د خلکو په ژبه ليکل وکړي. البته د خلکو ژبه چې وايم نو د خپل هېواد سياسي ضرورت هم نه هېروم چې بايد نور له قوميته وراخوا د ملت جوړولو په لور ګام واخلو. مانا داچې ليکل به په معياري پښتو کوو خو د امکان تر حده به دغه معيار د واقعيتونو پر بنسټ وي. ټول پښتانه، د امريکې له الاسکا نه د جاپان تر ټاپوګانو پورې او د شمالي قطب نه تر سوېلي قطب پورې، هر ځای چې وي هڅه به کوي چې د ليکلو د ژبې ګرامري بڼه يې يوه وي او د دې پر ځای چی له ځانه ګرامري جوړښتونه او لغتونه جوړ کړي د امکان تر حده زيار وباسي چې د د بېلو بېلو سيمو او تپو څخه داسې ټکي او اصطلاح ګانې را ټول کړي چې د ټولو پښتنو د ژبې د شتمنولو وسيله شي.
مونږ تر اوسه په کافي اندازه قاموسونه نه لرو چې پورته ياد شوی رسالت په غوره توګه تر سره کړو. خو په دې برخه کې د ټولنيزو رسنيو ګڼوالی داسې الهي نعمت دی چې ضايع کول به يې لويه ګونا وي! په هره سيمه کې د رسنيو شته والی دا امکان را کوي چې د هرې سيمې استوګن ليکوال په خپله د خپلو خېښانو، ګاونډيانو خبرې د ټولو پښتو ژبو او پښتو زده کوونکو تر غوږه ورسوي.
زما وړانديز دا دی چې د افغانستان، لا د نړۍ پښتو ژبې خپرونې په يوه خبره کې سره اتفاق وکړي او هغه دا چې هره خپرونه په خپله هره ګڼه کې کم له کمه دوه مخه د خپلې سيمې لغاتو او اصطلاح ګانو ته ځانګړې کړي او په ډېر لنډ ډول يې لوستونکو ته ور وپېژني.
د راتلونکو قاموس ليکونکو د کار د اسانه کولو د پاره به ټولې رسنۍ د لغات چاپولو په برخه کې يوازې يو منل شوی سټينډرډ کاروي:
- لغت يا اصطلاح په پښتو ټکو
- تلفظ، د خج د ښولو سره (ښه به دا وي چې تلفظ د پښتو نړۍ وال مرکز له خوا په منل شوې فونيميکي الفبې وي خو که څوک يې د ملايانو په دود په زور او زېر هم و ليکي تر نشت به ښه وي)
- په يوه يا دوه کرښو کې لنډه مانا يا تشريح
- د سيمې نوم او په هغه ځای کې د ليکوال له خوا د لغت د اورېدو د وخت يادونه.
",د پښتو لغت ټولولو لپاره وړانديز
1931,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٤
کابل : د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز د افغانستان د سوداګرۍ له وزير ډاکټر امين ارسلا سره په اسلام اباد کې د خبرو پر وخت ويلي چې له اقتصادي پلوه پياوړی او له سياسي پلوه با ثباته افغانستان نه يوازې افغانانو ته بلکه ګاونډيو هيوادونو ته هم ښه دی .
ښاغلي عزيز وويل د دۀ حکومت هڅه کوي چې له افغانستان سره د خپلو اقتصادي ملګرتياو په غوړولو کې نور ګامونه هم واخلي .
د پاکستان لومړي وزير هيله وښوده چې د افغانستان او د دۀ د هيواد ترمنځ سوداګري به يو ميليارد ډالرو ته ورسيږي .
",پاکستان : پياوړی افغانستان د ګاونډيانو لپاره هم ښه دی
1932,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٤کابل : د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په خپلو څلورو سرو ايالتونو کې امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړی دی چې د افغان ديپلوماتانو د ﻻ ټينګ امنيت لپاره ګامونه پورته کړي .
دا خبر تر هغه وروسته خپور شوی دی چې پاکستانۍ ورځپاڼې ټايمز د افغان سفارت له لورې په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت ته د يوۀ ليک استول افشا کړل .
پاکستانۍ ورځپاڼه وايي چې په دغۀ ليک کې افغان ديپلوماتانو د ناڅرګندو کسانو له لورې دوی ته د مرګ ګواښونه ياد کړي دي .
د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت له لورې وروستی اقدام دا نظر پياوړی کوي چې په هغۀ هيواد کې د افغان ديپلوماتانو د ساتنې چارې د نورو هويادونو په پرتله ښې نه وې .
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په اسلام اباد کې د قرغزستان يو ديپلومات په خپل استوګنځي کې وژل شوی و .
",افغان ديپلوماتانو ته په پاکستان کې ګواښونه شوي
1933,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٤
کابل : ايران خبر ورکوي چې په کابل کې به د خپلو مصنوعاتو يو نندارتون جوړوي .
د دغۀ نندارتون مشر داود کاشفي ايراني مطبوعاتو ته ويلي چې د فبروري له ٢٨ نېټې څخه په کابل کې جوړيدونکی دغه نندارتون به تر ډيره د ودانۍ جوړولو ، برېښنا کوټونو او دې ته ورته مصنوعاتو ننداره کوي .
دا نندارتون د ايران د انرژۍ د وزارت په مرسته او د افغانستان د ځينو وزارتونو په ملګرتيا جوړيدونکی دی چې خصوصی سيکتور به هم پکې ونډه لري .
ښاغلي کاشفي وويل په دې نندارتون کې به د ايران ٥٠ شرکتونه او دغه راز د افغانستان له ځينو خصوصي کمپنيو سره د فرانسې ، سويس ، ترکيې ، جرمني ، روسيې او ډنمارک ځينې شرکتونه هم ونډه اخلي . ",ايران په کابل کې سوداګريز نندارتون جوړوي
1934,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٤
کابل : (( ايک دهماکه )) په نامۀ هندي فلم په لومړي ځل افغانستان کې د جمعې په ورځ نندارې ته وړاندې کيدونکی دی .
د فلم جوړونکي وايي په نوره نړۍ کې به هم دا فلم په همدې ورځ نندارې ته وړاندې کيږي خو دا به لومړی ځل وي چې يو هندي فلم په افغانستان کې له نورې نړۍ سره په يوۀ وخت نندارې ته وړاندې کيږي .
د فلم جوړونکی عرفان خان وايي دی په هيله دی چې په کابل کې به ځينې افغان چارواکي به د لومړۍ نندارې پر وخت حاظر وي . د افغان چارواکو له لورې تر اوسه په دې باب څه نه دي ويل شوي .
",هندي فلم په افغانستان کې
1935,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٤
کابل : د افغانستان د اطلاعاتو و کلتور د وازارت د مطبوعاتي چارو مرستيال سنګچارکي وايي چې يوازې د ښځو لپاره ځانګړې شوې راديو د ( قوياش ) په نامۀ د جوزجان ولايت په مرکز ميمنه کې په کار لاس پورې کړ .
دا به په افغانستان کې د ښځو لپاره ځانګړې شوې پنځمه راديو وي چې د متحدو ايالاتو په مالي مرسته کار پيلوي .
تر دې وړاندې په کندز ، کابل ، هرات او بلخ ولايتونو کې هم د ښځو لپاره ځانګړې شوې راديوګانې وې خو د يادونې وړ ده چې د افغانستان په سويل ، ختيځ اويا مرکزي سيمو کې داسې کومه راديو نه ده شروع شوې .
",د ښځو راديو په ميمنه کې په کار پيل وکړ
1936,,"
",
1937,ذبيح الله خوګياڼي,"
بيلتون کښي مي چي شپې ستا په يادونو صبا کړي
قدرت مي د خپل زړه اونورو غړو تباه کړي
ژوندون راته ډير ګران دی ستا په غير زما دلداره
ما تا پسي يارجانه ژړاګاني بنأ کړي
چي ژر درسره يوشم دژوندون په دي سفر کښي
دلداره په دي نيت کښي مي لمونځونه ادأ کړي
هر ځل مي چي و يادته ستا ښايسته سترګي راپېښ شي
دډير ژړا له ﻻسه سترګو اوښکي فنا کړي
چي هر کله زه ستا سترګو ته ګورم همدا وايم
بيشکه چي الله داسي چشمان کم پيدا کړي
چي رنګ , سترګو, اندام , څيره و غړو ته دي ګوري
ذبيح غوندي خواران دي په غزلو ګويا کړي
", نياز
1938,سورغر توخى,"
په جنوبي پښتونخوا ږوب کي ميشتي خراسان ادبي کاروان پتيلې ده چي پر ٢٢ دفبروري نړيوالو مورنۍژبوورځ ولمانځي او ورسره دلسوکتابونو مخ کتنه هم وکړي .""
په دې مخ کتنه کې به ١ ابشارونه دبهلول ٢ تڼاکي دخيال ٣سکروټو پسرلى ٤ مظلومې اوښکې ٥ دخراسان ګلونه ٦ سپين پښتون ٧ ستړې څپې ٨ تل تازه ګلان ٩ داسندرې دي هم ساندې ١٠ په لټون ستا دڅېرې .""
په دې غونډه کې به د بوري ( لورلايي ) کلا سيف الله ،مسلم باغ ،پښين ، سوړ زيارت ، کوټي ، دکى، خانو زۍ بلوزى ليکوال او شاعران برخه واخلي
او دخراسان ادبي ټولنه ديو شمير نورپښتني سيمو ليکوالانوڅخه هيله کوي چي له دوى سره په دي غونډه کي برخه واخلي او داغونډه نوره هم په خپل راتګ سره سرښايسته کړي .
بشرمل ناصر امير محمد شاد ناصر ( ږوب )
",خراسان : 22 دفبروري د مورنۍ ژبو ورځ لمانځو
1939,,"
",
1940,خالد هادي,"
د کاناډا د صدراعظم سره د آسیایي هیوادو په سفر کې دافغان رسالی مشر ملګری و
دکاناډا صدراعظم ښاغلي پاول مارتین له خپلې میرمنې شیلا مارتین او ورسره هیت سفر د سونامی ځپلو هېوادونو ته پیل کړ.
.د کاناډا د صدر اعظم ښاغلي پال مارتین د آسیایي هیوادونو چې دتایلند،سری لانیکا، هند، جاپان ،چین او هانګ کانګ څخه وکړه دافغان رسالې مشر احمدشاه هوتکی د لومړنی افغان ژورنالیست په توګه ورسره ملګری و او داسفر چې د جنوری د میاشتې له ۱۴ څخه پیل او د جنوری د میاشتی له ۲۳ نیتې پوری یی دوام وموند.
په دې هیت کې د کانادا یوشمیر وزیران، د پارلمان غړی او کاناډایی ژورنالیستانو ګډون درلود.
دا سفر دکاناډا د پلازمنې اوټاوا د نړیوال هوایی ډګر څخه د کاناډا د صدراعظم په خاصه الوتکه کې پیل سو او د ترکیې پلازمنې انقرې پورې ۱۲ ساعته مسلسل پرواز نه وروسته ورسیدلو . د ترکی د پلازمنې انقرې په هوایی ډګر کې د راکښته کیدو وروسته ، د کاناډا د صدراعظم څخه د انقرې په هوايي ډګر کې د ترکی چارواکو لخوا تود هرکلی وسو او بیا یې د ترکیی د چارواکو سره لیدنه او کتنه وکړه. د انقرې د هوا تودوخی درجه ۱۵- ۲۰ سانټی ګراد ته رسیدله. هوا بارانې او اوریځ وه، د هغه ځای ماښام و.
وروسته له تم کیدو څخه بیا د تایلند په لور پرواز وکړی.
",د افغان ژورناليست سفر اسيايي هيوادو ته
1941,,"
",
1942,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٥
کابل : نن (پنجشنبه ) د افغانستان په لويديځ ولايت هرات کې د مځکنيو ماينونو پر ضد مبارزه کې شل زره مايونونه ويجاړ شول .
دغه ماينونه د هرات ولايت له بېلا بېلو ملېشو څخه راټول شوي و چې نن د هرات ښار په يوه څنډه کې د يوې لويې چاودنې په ترڅ کې وچوول شول .
چارواکي وايي د دغو ماين ونو ډيره برخه روسي ول خو ايراني ، هندي او امريکايي ماينونه هم پکې ليدل شوي دي .
افغان چارواکي وايي چې د نژدې ٣٠ کلنې جگړې له امله هره مياشت ١٠٠ تنه افغانان د ماينونو او نورو ناچاودېدليو توکيو له امله وژل کيږي .
",په هرات کې ٢٠ زره ماينونه ويجاړ شول
1943,,"
١٥ سلواغې ١٣٨٣
په هرات ښار کې د جرمني کونسل ګرۍ د ړندو يوې ټولنې ته ٦٠٠٠ امريکايې ډالره ورکړي چې پرې د ړندو وګړو د زده کړو اسانتياوي برابري کړي.
د هرات د ړندو ټولنې ويلې چې په دغو پيسو به د ړندو د لوست کتابونه ، د ليکلو پاڼې او ځيني نور دفتري توکې رانيسي. ",په هرات کې د جرمني کونسل ګرۍ مرسته
1944,,"
١٥ سلواغې ١٣٨٣
له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمان يونسف د افغانستان په ٣٤ ولايتونوکې ١٠٧ نوي ښوونځي جوړ کړي او د سلګونو نورو ښوونځيو بيا جوړونه يې بشپړه کړي ده.
دغه سازمان په خپلې يوې وروستۍ څېړنې کې ليکلي چې دا مهال په سلو کې دريڅلويښت نارينه او يو څلويښت افغان ښځې د ليک او لوست سواد لري. ",يونسف د افغانستان سره د ښوونځيو په جوړولو کې مرسته کوي
1945,,"
١٥ سلواغې ١٣٨٣
د افغانستان په جلال اباد ښار کې امنيتي چارواکو ١٦ نور مړي چې واې د يوې جنايتکارې ډلې له خوا وژل شوي او د يو کور په انګړ کې ښخ شوي و ، موندلي شوي دي.
وژل شوي کسان ټول نارينه و او نږدې دوه کاله پرې تير شوي و . چارواکي واي چې د دغې جنايتکارې ډلې څو غړي يې نيولي دي او د څيړنو نه داسي برېښي چې دا کار يې د پيسو لپاره کړي و. ", دجنايتکارو له خواد وژل شوو کسانو مړي موندل شوي
1946,,"
کابل: د کورنيو چارو يوي ځانګړي ډلي چي په هوټلونو او ميلمستونونو کي د اخلاقي فساد د څيړلو دنده لري په کابل کي د چارشنبي په ورځ دري نورچينايي رستورانونه وتړل چي پدي سره په تيره اونۍ کي د تړل شوو رستورانونو شمېر شپږو ته ورسيدل.
په دوي باندي تور دي چي د الکولو مرکزونه پکي پرانيستي وو، د فحشا په خپرولو کي يي لاس لرل او قمارپکي کيدل. د اړوندي ډلي چارواکي وايي دوي بهرني ځواني ميرمني ليدلي چي تنګي او ډيري نازکي جامي يي اغوستي وي او د رستوران دننه په لوبو بوختي وي.
دري واړه رستورانونه د ښار په مرکز شهر نو کي وو . تر اوسه د دغو ميلمستونونو خاوندان يا چلوونکي ندي نيول شوي. ددي نه مخکي دوه ورځي همدي کاري ډلي چي د شپي له لوري له رستورانونو نه کتنه کوي هم دري چينيايي ميلمستونونه د ورته تورونو له امله بند کړي وو.
حکومتي چارواکو دا وروستي ګامونه له هغه وروسته واخيستل چي خلکو په پراخه کچه شکايتونه وکړل اوآن ځيني عيني شاهدانو په خپلو سترګو وليدل چي ځيني بهرني ميلمستونونه د فحشاء د مرکزونو په توګه کارول کيږي او شراب په ازاده توګه پلورل کيږي چي پدي توګه د بار bar کار هم ځيني اخيستل کيدل. ",په کابل کي دري نور چينايي ميلمستونونه وتړل شول
1947,,"
نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د چارشنبي په ماښام هغه وخت په يوه تن ډزي وکړي او ټپي يي کړ کله چي دهغه ګاډي د ځواکونو په اشاره و ندريدل. افغان امنيتي چارواکي او د سوله ساتو ځواکونو يو وياند وايي د موټر سوارلي د يوو افغان حاجي د کورنۍ غړي وو چي ددۀ هرکلي ته کابل ته راغلي وو او کله چي د ايساف ځواکونو ورته د دريدلو اشاره وکړه دوي خپل ګاډي نور هم تېز کړ چي ځواکونه په دوي باندي شکمن شول او له شا پسي يي ډزي وکړي.
پيښه دکابل په لويديځ کي پل چرخي ته نږدي پرون ماښام په شپږنيمو بجو رامنځ ته شوه.
دايساف وياند خبري رسنيو ته ويلي چي ټپي شوي کس ددوي په يو روغتون کي بستر دي او روغتيايي حالت يي ښۀ دي.
په افغانستان کي داسي پيښي وړاندي هم ليدل شوي او اړوند چارواکي يي ډيرځله د ناسم پوهاوي پايله بولي.
",سوله ساتو ځواکونوپه کابل يو تن کي ټپي کړ
1948,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ١٥
کابل : د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت وايي چې د ١٣٨٤ لمريز کال لپاره به ٤٨٠ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري .
د ښوونې و روزنې د وزارت مرستيال سيد حسين اشراق حسيني نن ( پنجشنبه ) په کابل کې خبريالانو ته وويل دا پيسې به يوازې د ښوونځيو بيا رغاونه ، د کتابونو چاپول او د ښوونکو د وضعې په ښه کولو کې پکار وي .
ښاغلي حسيني شکايت درلود چې د برلين د کانفرانس له ژمنو سره سم بايد تر اوسه په افغانستان کې څه باندې اووه زره ښوونځي جوړ شوي وای خو ايله دوه نيم زره ښوونځي جوړ شوي دي .
د ښوونې و روزنې د وزارت مرستيال وويل د دې چارې علت دا دی چې دوی پيسې نه لري .
خو ښاغلي حسيني ډاډ وښود چې د ٢٠٠٥ کال په اوږدو کې به دوی وتوانيږي چې ٢٠٠٠ نوي ښوونځي په افغانستان کې جوړ کړي .
تېر کال افغانستان پنځه ميليونه زده کوونکي لرل چې د دې هيواد په تاريخ کې دا د زده کوونکيو تر ټولو لويه شمېره ګڼل کيږی .
په افغانستان کې د ځينو ولايتونو استازې شکايت لري چې په کابل کې د ښوونې و روزنې وزارت له ټولو سره يو ډول چلند نه کوي .
د ولايتونو استازيو ويلي چې ډيرو ځايونو کې نه ښوونکيو ته معاش په سم وخت سپارل کيږي او نه هم کتابونه ورکوي .
تېر کال د زابل ولايت د ښوونې و روزنې رياست ويل چې کابل يې د ښوونکيو ډيره برخه اصلآ نه منلې ده او نه يې هم زيار ګاللی چې ورشي او په خپلو سترګو وګوري چې د دغۀ ولايت اړتياوې څه دي .
",د ښوونې و روزنې وزارت پيسې غواړي
1949,,"
د کويټ مېشتو افغانانو ټولنه په کويټ او سيمه کي ټولوافغانانو ته خبر ورکوي چي نن ماښام د نوموړي ټولني له خوا د افغانستان د نوي اسلامي جمهوريت د منتخب حکومت د منځ ته راتللو او په کويټ کي د مېشتو افغانانو ديووالي په مناسبت جوړيدونکي غونډه کي ګډون وکړي .
وخت : سيمه ايز وخت ، ماښام اووه بجې تر لسو بجو ( ٧_ ١٠ )
نېټۀ : ٤ فبروري _ ٢٠٠٥
د ټولني پته :
خيطان نادي _الخيطان صاله الدانه
کويټ
نور مالومات : عبدالله ناصري shopran@yahoo.com
",په کويټ کي غونډۀ
1950,ن _ اکيس,"
ن - اکيس ١٣٨٣ سلواغه ١٥ مه
خواجه دزړه خبره وروسته وکړه .
دارمان ملي ورځپاڼې دسلواغې په ١٤ مه ګڼه کې له کوم ويب پاڼې نه دخواجه بشير احمد انصار ي په نوم ديوه چا ليکنه دملي سرود په اړه چاپ کړې ده ، په دغه ليکنه کې نه پوهيږ م ليکوال او که دورځپاڼې چلوونکي دومره له ملي سرودسره حساسيت درلود چې دليکنې سرليک يې د ( سردوى که ملى نيست ) ليکلى دى .
يا کېداى شي دغه غلطي دملي سرود برکت وي چې په اړه يې سپکاوى شوى دى ، متل دى : چې مړى شرميږي نو ....
دملي سرود په اړه نوموړي ډېراوږدې ببو لالې ويلي خو وروسته يې هغه خبره کړې دکومې چې دنه زغم له کبله دده په بدن او ر بل کړى دى .
ملي سرود ، لکه چې معمول ده داکثريت په ژبه وي ، خو دلويې جرګې ځينو استاز و سره له دې چې په ستيجونو دملي يو والي نا رې وهي دغه قاعده ونه شوه زغملى او د سلګونو خلکو داستازو وخت يې ضايع کړ .
بشير احمد ، چې دخواجه او انصاري دوه پاکې کلمي يې خپل متعصب نوم پورې په زوره د روستاړو او مختاړو په ډول نښلولي هم له همدې ډلې دى .
نوموړي له دومره او ږده نوم سره بياهم دسرود ملي په مانا نه ده پوه شوى دهغه په ليکنه کې لولو : (( رسم براين است که در کار هاى هنرى مهمى چون سرود ملي ... )) حال داچې هنر بيل شى دى او ملي سرود بيل ، ځکه ملي سرود يو ژمنه وينا او سياسي شعار دى نه تخيلي او شاعرانه کلام .
بله خبره چې دا بې منطقه خواجه کوي ، هغه په او سني قبول شوي ملي سرود کې دده په وينا د مفا هيمو دغير منطقي انتقال خبره ده ، ولې دغه خواجه ملامت نه دى له ضد نه يې پښتو ژبه نه ده زدکړې او پرې نه پو هيږي که نه نو ملي سرود کې دغه ستونزه نه شته .
دغه خواجه ( دخواجه بلادې ورپسې سي ) په ډرامتيک ډول له خولې داخوت خبره هم باسي او ليکي : (( اشاره صريح به پيوند اخوت و برادرى درميان افراد اين ملت ... که بايد بدان تو جه مى شد... ))
خو په سرود کې وينو چې پرته له خواجه صيب نه نور دټو لو قو مونو ، نومونه راغلي او ور پسې راغلي ( دوطن دمور بچيان يو ) نه پوهيږم دنوموړي له اخوت نه مطلب څه دى او که داخوت په مانا نه پو هيږي ؟
شايد ددغه خوا جه د افغانستان له کلمې سره هم ډډه نه لږيږي ، نوموړي ليکي : (( چقدر جنايت است .... که تاريخ چند هزار ساله را ...اريانا وخراسان طفره رفت . ))
که دخواجه په زړه واى نو بايد ټول تاريخ په څو بيتيزه ملي سرود کې ځا يه شوى وى ، خودا هم دنومو ړي له ملي سرود څخه ناوړه پو ها وى دى .
خواجه ، په بل ځاى کې دطالب نوم يادوي خو دغه نوم نه دهغه هدف هغه ټبر دى چې دى يې نه شي منلي .
خو دا په دې نه پوهيږي چې طالب ديوه خوځښت نوم و، نه ديوه ټبر ، ځکه په دغه خو ځښت کې دهر قو م لږ ډېر خلک وو، او که خبره دضرر شي نو دهغوى ضرر دنورو وسلوالو ډلو په څېر ټولوته رسيدلى دى .
هغه په پټو سترګو ليکي : (( چقدر خجالت اور است که سرود ملى .... فاقد استقلال طلبى و... باشد ، خودا دملي سرود دغه برخه نه ويني چې : (( دى شعار مو ازادي . ))
نوموړى دترکيه ، پاکستان ، بنګلاديش او ... ملي سردونو نومونه اخلي او لوستونکى پوهوي چې ګواکې ده دخپل کمپاين اود ادعا دثبوت له پاره دومره مطالعه کړې خو داسې ښکاري چې ده تش نومونه او ريدلي او بس .
ځکه دپاکستان په خاوره کې دپنجاب ، سند، بلوچ ، پښتون ، ګجرات له قو مونو پرته په لسګونو نور قو مونه ژوند کوي خو په سرود کې يې يوازې (( پاک سرزمين شا د باد )) راځي خو دى په خپل سرود کې د ٨ ټبرونو له ذکر سره بياهم هغه ملي نه بو لي .
نوموړى ، باندې دومره تعصب زور کړى چې دملي سرود شاعرته چې دده له قد نه زيات کتابونه او مقالې ليکلي ، دبې سواد ټا په لګوي اوپه سپين سترګى ليکي : (( سرنوشت سرود ملي ما به دست کسانى مي افتد که يک روز هم مکتب نه رفته . ))
له دومره ببولالو سره خواجه صيب دکار خبره وروسته کوي او هغه داچې خپله کرکه دپښتو ژبې په وړاند ې په ډاګه کوي ، هغه دټولو ملي سرودو نو چې ده يې نومونه اخستي په خلاف ليکي : (( اګر هنګام ساختن اين سرود در کنا ر پشتو از زبان فارسى هم استفاده ميشد به نفع کشور ، حيثيت و وزنه فرهنګى ان ميبود . ))
په دې ډول خواجه ، خپله پوچه مفکوره چې (( پښتو وزن نه لري )) په ډاګه کوي ، حال داچې دپښتو دفرهنګي غنا له پاره ديو خارجي څيړونکي دغه لنډه جمله هم کفايت کوي چې ويلي يې دي که پښتو ادب نور هيڅ نه وي نو يوازې لنډۍ يې هم کافي دى .
نو خواجه صيب ديوې ژبې چې يوازې لنډۍ کافي وي نو هغه ژبه به ولې وزن نه لري .؟؟
د نوموړي له نورو ګډووډو تېريږو خو دومره ورته وايو چې که زړ دې نه سړيږي او نورې هم دغه شان نفرت زېږونکې ليکنې کوي نو لطفا دې دخواجه او انصاري کلمې چې عام ولس ورته احترام لري دخپل نوم ضميمه و نه ګرځوي .
",خواجه دزړه خبره وروسته وکړه .
1951,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٦
کابل: له هرات څخه کابل ته روانه شوې يوه بوينگ الوتکه چې ١٠٠ تنه سپرلۍ پکې سپرې وې ورکه شوې ده .
چارواکي وايي دا الوتکه د هوا د خرابۍ له امله د کابل په هوايي ډگر کې نه شواى کښته کيداى او لږ وروسته د هيواد په ختيځ کې ورکه شوه .
د کام ايير په نامۀ د خصوصي هوايي شرکت دا الوتکه لا تر اوسه نه ده موندل شوې ، داسې ويره ده چې لويدلې نه وي .
ويل کيږي چې د کام ايير په شرکت کې له نورو سوداگرو سره جنرال دوستم هم ونډه لري .
د دې هوايي شرکت ډيرې الوتنې د هيواد دننه دي خو دوبۍ ته هم اوونيز تگ و راتگ لري . د دې شرکت ډير پيلوټان روسي يا اوکرايني دي . ",د سپرليو الوتکه په افغانستان کې ورکه ده
1952,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٦
کابل: په کابل کې له تيرې شپې څخه د پيل شوې واورې کچه نژدې نيم متر ته رسيدلې ده .
يوۀ خبري اژانس خبر ورکړى چې تر ماپښينه پورې ٤٠ سانتي متره واوره وريدلې وه .
په تيرو ٢٠ کلونو کې دا تر ټولو ډيره واوره ده چې په کابل کې يو واري اوري .
د واوري د ورښت له امله د پلازمينې ژوند نژدې په ټپه ولاړ دى .
د افغانستان د ترانسپورت وزارت خبر ورکړى دى چې د دغۀ هيواد ډير سړکونه د واورو د ورښت له امله تړلي دي . داسې گومان دى چې د همدې ورښت له امله د کام ايير الوتکه ښايي لويدلې وي . ",کابل کې نيم متر واوره وريدلې
1953,,"
١٣٨٣ د سلواغې ١٦
کابل : په کابل کې ځينې چارواکي چې د خپل نوم له اخيستو ډډه کوي وايي چې له هرات څخه کابل ته روانه بوينگ ٧٣٧ الوتکه د کابل په ختيځ کې لويدلې ده .
دا خبره په ښکاره لا د چارواکو له لورې تاييد شوى نه دى .
وروستي رپورټونه ښيي چې د سپرليو شمېره يې ١٠٠ تنه نۀ بلکه ١٠٤ کسان و .
د الوتکې د ورکيدو او لويدو علت د واورې ورښت او بده هوا ياده شوې ده . ",ورکه الوتکه لويدلې ده
1954,,"
په کابل کي د دفاع وزارت چارواکي وايي د هغي ملکي الوتکي ټوټي چي د پنجشنبي له ورځي راهيسي ورکه وه د کابل په سهيل ختيځ، چناري سيمه، کي پيدا شوي. همدا خبر د نړيوالوسوله ساتو ځواکونو چارواکو هم تاييد کړي. هغوي وايي د لټون يوي چورلکي د رالويدلي الوتکي پاتي شوني د کابل په سختو غرونو کي چي درني واوري پوښلي د شنبي دماسپښين په دوه بجي موندلي ده او د ژغورني ډله د هوا له لوري د پيښي سيمي ته پياده شوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند لطف الله مشال ويلي چي ګمان کيږي چي د کام اير په الوتکه کي ټول ١٠٤سپاره کسان به وژل شوي وي.
د جومي په ورځ هم رسنيو د الوتکي د پيدا کيدلو خبر ورکړي وو چي بيا وروسته رد شو.
بوينګ ٧٣٧-٢٠٠ د Kam Air د شخصي هوايي کرښي پوري اړوند وه چي د پنجشنبي په ماسپښين هغه وخت د رادار له څرکه ورکه شوه چي له هرات څخه دکابل هوايي ميدان ته نږدي را ورسيده. افغان چارواکي د الوتکي د تښتوني يا د وسلي په زور د الوتکي د نسکوريدو امکان ردوي او د هوا خرابوالي د پيښي لامل بولي.
په دي الوتکه کي ٩٦ مسافر او اته تنه د الوتکي عمله وه چي له دي ټولو نه تر شل زيات يي بهرنيان وو. په بهرنيانو کي ٦ د الوتکي وروسۍ عمله، ٩ ترکيان، ٦ امريکايان او ٣ ايټالويان شامل دي. ",د نسکوري شوي الوتکي ټوله سورلۍ کيداي شي مړۀ وي
1955,,"
",
1956,,"
له کابله خپرېدونکې ( هوسۍ ) خپله پرله پسې اتمه ( دوهم کال ـ ـ دوهمه ګڼه ( لېندۍ : مرغومی ) ١٣٨٣ ل ( دسمبر ـ جنوري ) ٢٠٠٤\٥ ز کال) دارواښاد استاد علامه رشاد بابا لپاره ځانګړې کړېده چي درانه لوستونکې او د هوسۍ مينه وال يې د بېنوا ويبپاڼي له لاري پر ليکه لوستلای شي .
هوسۍ له افغانستان څخه دننه خپرېدونکې يوه خپلواکه، ناپېيلې، کلتوري، ټولنيزه او ادبي دوه مياشتنۍ مجله ده، چې په هېڅ ګوند، سازمان او ارګان پورې اړه نه لري. د دې خپرونې موخه د افغاني ويجاړ کلتور بيارغونه، د ملي يووالي ټينګښت او د ملي ګټو خوندي کول دي.
که غواړئ د خپل کور پر پته هوسۍ تر لاسه کړئ ، د هوسۍ دوې مياشتنۍ ټولنيزي مجلې ګډون وکړئ ، تاسو که د نړۍ په هرګوټ کي اوسيږئ،د هوسۍ هره نوې ګڼه به مو تر کوره په مينه مينه در روانه وي .
د هوسۍپه اړه د نورو مالوماتو لپاره دهغې د ويبپاڼي پته کښېکاږئ :",هوسۍ ونازوئ !
1957,,"
",
1958,سورغر توخى,"
داعمليات له هغې وروسته پيل شول چي دفراه ولايت عامو وګړو دغلو دزياتې لاس اچونې په خاطر په مظاهرو لاس پورې کړ .
په فراه ولايت کې دامينت مشر محمد رسول دبينوا ويبپاڼې ځايي خبريال ته وويل ."" داعملياتو مو دسلواغي پر ١٤ نيټه په پشت ولسوالي کي پيل کړل چي په هغه ورځ مو ١٣ تنه غله سره له سلاح ونيول او يو تن يې دتيښتي پر حال چي په غره کي يي منډه کوله له پو کمره نه ولويد اوومړ او تيره ورځ وموړ او تيره ورځ مو بالابولک او ردو ولسواليو کې بيا روانو عملياتو په ترڅ کې ١٢ تنه غله نيولي دي ..""
نوموړي زياته کړه ."" ددي غلو چي مشري يې عبدالستار نومي کس کوله نيولي مو دي او ددوي هم يوتن چي غوښتل يي وتښتي عسکرو ويشتلى او وژل شوى دى له دې غلو سره موموټري او سلاحاګانې هم نيولي دي .""
دنوموړي پروينا او س له دوى سره ٢٥ تنه غله بنديان دي او دده پرينا په سيمه کي به تر هغو عمليات روان وي چي ترڅو په مکمل ډول يې دغله او غيرمسئول کسان چي سره له سلاح ګرځي نه وي ورک کړي
",دفراه امنيتي چارواکو ٢٥تنه غله نيولي دي
1959,,"
",
1960,سورغر توخى,"
په کندهار کې د ولمشر سلاکار وزير او دکندهار والي ګل اغا شيرزي دکندها رپه سهيل کي دروح اباد په سيمه کې د حاجي عبدالطيف په نامه دنوي پارک دبنسټ ډبره کيښوده .
داپارک چي په ٦٥ جريبه مځکه کي جوړيږي ٢٥ جريبه مځکه يې يواځي دميلمستونونو لپاره او دباغ لپاره ځانګړې شوې ده
ګل اغا شيرزي په دې اړه وويل ."" داپارک چي په ٦٥ جريبه مځکه کي جوړيږي او ٢٥ جريبه مځکه يي دباغ او ميلمستونولپاره ده دابه دښار اوکندهار ته دراغلو ميلمنو دتفريح او ساعت تيري لپاره په کندهار کې تر ټولوغټ او عصري ځاي وي .""
دګل اغا شيرزي پر وينا دا پارک به په بشپړ ډول په شپږو مياشتو کې دخلکو په خدامت کي وړاندي شي .
ديادونې وړده چي په کندهار کي داشپږم ميله ځاى دى چي ددولت له خوا دخلکو پر مخ پرانستل کيږي
", په کندهار کي شپږم عصري پارک جوړيږي
1961,سورغر توخى,"
په تېره اوونۍ کې دزابل ولايت لاره دپرلپسي ورښتونو له کبله دهغومسافرو په واړندي چي له کا
بله کندهار او يا له کندهار نه کابل ته سفر کوي کوي بنده پاتي وي .""
په دې اړه دفوايدعامي وزير ډاکتر سهراب علي صفري دکابل زابل د لويې لاري دکتني په تر څ کې چې دهيواد مشر په لارښونه يې سفر کړى وه دزابل له چارواکوسره ليدنه کتنه وکړه .""
نوموړې دزابل له چارواکوهيله وکړه چي په دې اړه جدي ګامونه واخلي اودمسافرو دتګ راتګ زمينه مساعده کړي .نوموړي په ژمي کي دکا بل او زابل دلويې لاري دپاکولو او دپرانيستنې په اړه ټنګار وکړ او په دې برخه کې يې دلګښتونودتمويلولوپه موخه يواندازه نغدي پيسي ددغه ولايت چارواکو ته ورکړي .""
ديادونې وړده چي په دې ورسيتوکې دکندهار او کابل لويه لاره چي په زابل کي تيريږي دواورو له کبله بنده پاتي وه چي په ورسيتوکې خبرونو کې په دې سيمه کې دمرګ ژوبلي روپوټونه هم ورکول شول چي په هغې کې ١٨ تنه مړه او ٩ تنه ټپيان ښود ل شوي وه چي موټر يې په واوروکې بند شوي وه او يا هم دکنګل شوې واور له کبله ښوېدلي وه .""
خو تيره ورځ بيا په نوموړې سيمه کې واوره ورېده او نن بيا مسا فرو کابل ته دتګ لپازړه نه ښه کاوه
",دفوايد عامي وزير دکابل او زابل دلويې لارې پر پرانستلو ټينګار وکړ
1962,خالد هادي حيدري,"
ارواښاد خالد بارګامي ته !
ای د مســـــــــتو نغـــــمو غـــــــره
غــــم خـــــــوړلې مســـــــــــافـــره
ای پـــرديسه ځـــــــــــوانيمرګــه
ای د تــــــــــورو شـــــــــپو سحره
------------
که تــــــه هر خواتــــه روان سې
او لـــــه موږ څخه پنــــهان سې
موږ دي پـــــــېژنو ته نه مـــــرې
که پــــــه زر ځله هــــم وران سې
-----------
ځـــــکه ته خـــــو يو هــــــــمت ئې
يـــــو احساس ئې يو غــېرت ئې
تا اجــــــــــــــــل نشي خـــــــوړلای
تــــــــــــه غښـــــــــــتلی محبت ئې
-----------
مرګ دي نه ســـــــــــي ختـمولای
ژونـــــــــــــد دي نه سي هــېرولای
زمـــــوږ له زړونو څـــه ستا مينه
قسمت نـــــــــه شي پاکــــــــــولای
---------
ته خــــــــــو مړ نه ئې ژونـدی ئې
يو اتــــــــــل ئې يو زمـــــــــری ئې
د پښــــــــــــتو د بڼ ګلابــــــــــــــــه
زمـــــوږ د هيلو پسرلـــــــــــی ئې
----------
ستا مــــــــــورکۍ وهـي چغاري
هره اوښکه کې خدای ښکاري
ته خـــــــــو مړ نه ئې ( خــــــــالده )
دا پرڅــــــــــــه درپســـــي ژاړي
-----------
يــــــوار خپل سر کړه راپـــــورته
ورتـــــــــــه ووايه خپل مـــــــور ته
چه مـــــــــور جاني راتــــه غوږ شه
دا زمــــــــــــا د نغـــــــــــمو شور ته
----------
دغــــــــــه ستا شـــــــــــيرينه مــينه
ما مـــــــــــرګي ته هيڅ پرېـــــږدينه
زما رګـــــــــــونو کي لا غـــــورځي
پښـــــــــــــــتنه سپېڅلې ويـــــــــنه
---------
زمـــــا احساس او زمـــــا شعرونه
ويښوي مـــــــــــــــــړه اولســــــــونه
تل تـــــــــــر تله به ژونـــــــــــــدی يم
لـــــــــــــــــــــړزوم بـــــــــه تاريخــونه
-------------
پاڅــــــــــــوم به بــــــــــيده زړونـــه
چه پـــــــــــــوره کـــــــــــړم ارمانونه
مــــــــــوري ستا کـــــه باور نسته
يو وار وپــــــــوښته دا غــــــــرونه
-----------
دا کـــــــــــــــــوڅې دا ربـــــــــاتونه
دا دخــــــــــــــــاورو خـــام کورونه
دغه خــــړ خــــړ ديــــــــــــــــــوالونه
دا ګـــــــــــــــــودرها چـــــــــنارونه
دغــــــــــــــه مست مست کنړونه
-----------
دغــــــــــــه ټولـــــــــه شاهدان دي
دا زمـــــــــــــــــا د زړه يــاران دي
ته بـــــــــــــــاور وکړه مــــورجاني
تر ايمان راباندي ګــــــــــران دي
------------
تــــــر هغو چي وي دا پــــــــــاته
زه ژونــــــدی يمه وتـــــــــــــــــاته
مــوري ستا (حيدري) زړه کي
تــــل دعا کـــــــــوه و مـــــــــــــاته
نيويارک د جولای اته ويشتمه د ٢٠٠٤ ل کال ",ارواښاد خالد بارګامي ته !
1963,,"
",
1964,پژواک,"
كاناډايي څېړونكى او ليكوال :
پژواک : په كاناډا كې يو چاپېدونكى كتاب ليکي چې په لومړي ځل امريكا افغانانو كشف كړې وه.تاريخ ليكونكي لا تر اوسه په دې عقيده دي چې امريكاپه ۱۴۹۲ عيسوي كال كې كرستف كولمب كشف كړې او بيا اروپايان دغلته ليږدول شوي وه، کتاب دغه ادعا ردوي. دغه کتاب چې (يو ناشونى سفر د كابل څخه تر چياپاسه ) نومول شوى دا حقيقت څرګندوي چې د كرستف كولمب څخه زر كاله وړاندې افغاني بودايي راهبانو دغه لويه وچه كشف كړې ده.كتاب ۲۷ فصلونه لري چې په راتلونكي پسرلي كې به په لوړ تېراژ له چاپه راووځي،د کتاب دپوښتۍ له پاره د سمندر په څپو کې ديوې بېړۍ تصوير انځور شوى ده.ليكوال د طالبانو د حكمرانۍ پر مهال په ۲۰۰۱ عيسوي كې د افغانستان دوره كړې،په درېو فصلونو كې يې د كابل تاريخي ځايونه انځور كړي دي.افغاني څېړونكي او تاريخ پوهان دغه نظر تاييدوي .خداى بښلي اكاډيمسن پوهاند علامه عبدالشكور رشاد په بيلابيلو مقالو كې دغه حقيقت ته اشاره كړې او د كاناډايي ليكوال نظريه يې سمه ګڼلي وه .پوهاند رشاد په يوه مقاله كې ليكي چې افغاني راهبانو بودايي تمدن چين ته رسولى.د پوهاند رشاد دغه نظر كاناډايي ليكوال غزولى هغه د راهبانو هغه مسير چې د افغانستان څخه د چين د لارې امريكايي سواحلو ته رسېدلي څېړلي ، نښو نښانوته يې په كتاب كې ځاى وركړى دى. د پنځو بودايي راهبانو يوه ډله په ٤٥٨عيسوي کال کې د هوشين Hushin په مشرۍ د کابل څخه د ورېښمو د لارې چين ته رسېدلې او د هغه ځايه د بېرنګ د کانال له لارې د کښتۍ په وسيله د ارام سمندر امريکايي څنډو ته پلې شوې وه.دغې ډلې کاناډا او امريکا پلي طى کړې ده او د مکسيکو هېواد د چياپاس ولايت ته رسېدلې وه.ګيري ګيډيس Gary Geddes ددغه كتاب د چاپولو لپاره په كلونو كلونو څېړنه كړې او ددغې نظريې د ثابتولو له پاره دلايلو ته په كتاب كې ځاى وركړى دى.د نړۍ د څېړونكو تر مينځ لا د پخوا څخه د ارام سمندر د اسيايي څنډو څخه امريكا ته د انسانانو په لېږدول كېدو بحثونه شوي خو ددغه كتاب په چاپېدو به دغو بحثونو ته نوې ساه ورپو كړي او د ليكوالانو تر مينځ به د بحث يو نوى باب پرانيزي.د بهرنيو چارو په وزارت كې دامريکا د قارې كاناډا ډسك مسئوول محمد حسن سوبمن چې د ليكوال سره يې د مطالبو په برابرولو كې مرسته كړي ده په دې عقيده دى چې د كتاب په چاپېدو سره به د خلكو هغه انديښنې لري شي چې افغانستان به بيا د نړيوالو د پامه وغورځېړي :"" افغانستان اوس دڅو لسيزو انزوا نه وروسته په نړيواله سطح مطرح شوى كه اوس دنيا كې دا مطرح شي چې افغانان دامريكا لومړي كاشفان دي ،افغانان به د نړيوالو له پامه ونه غورځېږي ",کاناډايي څېړونکی : امريكا افغانانو كشف كړې
1965,,"
يوو امريکايي جنرال ويلي چې په عراق او افغانستان کي جنګ کول او د خلکو ويشتل ددۀ لپاره يو ښۀ ساتيري وو. په کليفورنيا کي له عراق نه له ستنيدو وروسته د بحري څواکونو د يوي فرقي مشر ډګرجنرال جيمز متيس دخبرو اترو يوي ډلي ته تيره اونۍ وويل چي ((واقعآ جنګ کول يو ډير لوي ساتيري دي چي چيغي او شورماشورپکي وي. زما شخړه او شورماشور خوښيږي او دا هم يوه سرګرمي ده چي څيني خلک په نښه کړي. ))
په افغانستان کي د جګړي کولو په اړه دې ښاغلي په خپله وينا کي چي ټېپ کيدله وويل: هغو سړو چي ښځي به يي ددي لپاره په څپيړه وهلي چي چادري يي نه اغوسته هيڅ سړيتوب نلرل او د هغوي ويشتل يو ساتيري وو.
د متيس له څرګندونو وروسته په واشنګټن کي د بحري څواکونو لويي قطعي په دۀ د هغه دبيباکه وينا لامله نيوکه وکړه. يوه بيانيه چي وروسته د قطعي د مشرتابه له لوري صادره شوه ويل يي چي ښاغلي متيس ته د هغه د وينا په اړه يادونه شويده خو دپام وړخبر يي دا وه چي دغه جنرال صيب ديوو زړه ور او تکړه نظامي مشر په توګه ستايل شوي وو. ",'دخلکو ويشتل لوي ساتيري دي'
1966,,"
کابل: نړيوال سوله ساتي ځواکونه د هغي الوتکي ځاي ته رسيدلي چي تيره اونۍ کابل ته نږدي د بدي واوريني هوا له کبله لويدلي وه. ډيره واوره، سخته غرنيزه سيمه او نامساعده هوا تر پنځمي ورځي پوري د ژغورني دعملياتو په مخ کي خنډ وو.
د ناټو تر مشري لاندي سوله ساتي ځواکونه وايي چي د ژغورني او پلټني ډله به ډير ژرهڅي پيل کړي چي که څوک له پيښي نه ژوندي پاتي شوي وي وژغوري او د رالويدلي الوتکي شاوخوا سيمه دځمکني ماينونو له خطر څخه پاکه کړي.
داسي ويره ده چي په الوتکه کي١٠٤ ټول سپارۀ کسان به مړۀ شوي وي.
په يوه وروستي انځور کي يوازي دالوتکي نيمه تنه ښکاري چي د شنبي په ورځ موندل شوي وه اودهغي نور پاتي شوني او د مړو جسدونه ندي ليدل شوي. ",د ژغورني پلټني ډله د لويدلي الوتکي ځاي ته رسيدلي
1967,,"
١٩ سلواغې ١٣٨٣
سختو يخنيو د زابل ولايت په پنځو ولسواليو کې د وژل شوو ماشومانو شمېره لا نوره لوړه کړه.
د تېرو دوو اونيو را په دې خوا د زابل ولايت د شېنکۍ، شمولزو ، نوبهار ، سيوري او دا ټغر ولسواليو مواصلاتي لارې بندي دي.
ځايې چارواکي واي چې اوس په نوموړي سېمه کې د وړو يوه بوجۍ په ٤٠٠٠ افغانيو هم نه تر لاسه کيږي.
د شېنکي ولسوال وزير محمد واي چې سختو يخنيو نه يواځې ګڼ شمېرماشومان ناروغه کړي بلکې د وژل شوو ماشومانو شمېره هم له لسو تنو څخه زياتيږي.
سېمه ايز خلک د شېنکي په بازار کې راغونډ شوي او ددولت په خلاف يې مظاهره کړي ده. دوي واي چې دولت د لويو لارو د خلاصولو لپاره هيڅ نه کوي.
ولسوال وزير محمدهم د دغو مظاهرو پخلې وکړ او د هغو په ملاتړ يې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه. ",په زابل کې سړې هوا د خلکو ژوند تريخ کړي دي
1968,,"
نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د هغي الوتکي د پاتي شونو په مينځ کي د مړو ټوټه شوي بدنونه موندلي چي تيره اونۍ کابل ته نږدي د خرابي هوا لامله ولويده خو د ژونديو کسانو يي هيڅ څرک ندي تر سترګو شوي. د دوشنبي په ماسپيښين يوي هسپانوۍ چورلکي پنځه سرتيري د هغي واوريني غونډۍ په سر پياده کړل چيرته چي د کام ائيرد خصوصي شرکت دالوتکي تنه پرته ده.
په کابل کي ددفاع وزارت چارواکو خبر ورکړي چي د ملي اردو ځواکونو هم ځيني مړي دپيښي په ځاي کي پيدا کړي خو نشي کولاي چي ويي ليږدوي.
تر اوسه ډيره لږ يا هيڅ هيله نشته چي ١٠٤ کسان چي په الوتکه کي سپارۀ وو او له هرات څخه کابل ته راتلل به له پيښي نه پنځه ورځي وروسته ژوندي پاتي شوي وي.
دا پيښه دا فغانستان په تاريخ کي تر ټولو ناوړه هوايي پيښه کي بلل شوي
د ناټو په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو يوي وياندي نن ماښام رسنيو ته ويلي چي هغه سرتيري چي د پلټني او ژغورني لپاره پياده شوي وو بيرته کابل ته ستانۀ شوي او سبا به بيا د مړو دپيدا کولو هڅو ته دوام ورکړي.
د کام ائير بوينګ ٧٣٧ ملکي الوتکه کي د ګڼو افغانانو تر څنګ تر شلو زيات بهرنيان هم وو چي دتيري پنجشنبي په ورځ د کابل نږدي ٣٠ کيلومتره ختيځ ته راپريوته او ايله د شنبي په ورځ وموندل شوه. ډيره واوره، سخته غرنيزه سيمه او نامساعده هوا تر پنځمي ورځي پوري د ژغورني دعملياتو په مخ کي خنډ وو.
اوس داسي بريښي چي د مړو د ليږدولو چاري به ډيري ستونزمني وي او چارواکي په دي غور کوي چي په څۀ ډول دوي وليږدوي ځکه چي الوتکي نشي کولاي هلته کيني. د چيناري په غرنۍ سيمه کي دا غونډۍ نږدي ١١٠٠ فوټه د سيند له سطحي لوړه ده چي تر کابل ٥٠٠٠ فوټه لوړه پرته ده او فکر کيږي چي نږدي دوه متره واوري دا سيمه پوښلي.
که څه هم تر اوسه د الوتکي د نسکوريدو دقيق لاملونه ندي مالوم خو چارواکي وايي چي د واوري سخت اورښت الوتکه له کرښي ايستلي او لويدلي. يو دولتي کميسون ټاکل شوي چي د پيښي پلټنه وکړي. ",د لويدلي الوتکي په ځاي کي د مړو راټولول پيل شوي
1969,,"
",
1970,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ١٩
کابل : په افغانستان کې د ترهه ګرۍ ضد نړيوال ايتلاف د پوځي او ملکي چارو مسوول راندي بروکس په کابل کې اعلان وکړ چې د دغۀ هيواد درو نورو ولايتونو ته به هم د ولايتي بيا رغاونکو پوځو ډلو سرتيري او چارواکي ورځي .
دغه درې ولايتونه د بادغيس ، غور او داي کنډي دي چې د افغانستان په مرکز کې موقعيت لري .
د ولايتي بيا رغاونې نورې نړيوالې ډلې د افغانستان ډير ښارونو کې په فعاليت بوختې دي خو تر اوسه د ارزګان په څير ولايت ته نه وې ورغلې .
ارزګان د ځينو نورو ولايتونو په پرتله د اورپکو د پرله پسې بريدونو له امله ناکراره او وروسته پاتې ولايت ګڼل کيږي .
له دغو درو ولايتونو سره به د ولايتي بيا رغاونې ټيمونه ١٩ ته ورسيږي تر دې وړاندې په باميان ، پروان ، بلخ ، بدخشان ، کندوز، بغلان ، فارياب، هرات ، فراه ، هلمند، ارزگان ، کندهار، غزنى، پکتيا، پکتيکا او کنړ کې دغه ډلې په فعاليت بوختې وې .
په افغانستان کې د ولايتي بيا رغاونې لومړني ټيم دوه کاله وړاندې د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې په کار لاس پورې کړی و .
",درې نور ولايتونه بيا رغاونکي ټيمونه مومي
1971,,"
",
1972,حبيب الله غمخور ، مالمو سويډن,"
د حبيب الله غمخور ليکنه
سويډن ٧ فبروري ٢٠٠٥
دبن دتوافقاتوپه اساس دولسمشر تر ټاکلو وروسته بله عمده او مهمه مسله دولسي جرګې ( ملي شوری) لپاره ټولټاکني دي .
په لومړي سر کي چې لا د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکني نه وې شوې داسې گنگوسې وې چي کله دچارواکو او کله بيا دځينو سياسي څيړونکو لخوا تر غوږو کيدي چې گواکي دولسمشر او ولسي جرګې لپاره انتخابات به په يوه وخت سرته رسيږي ،خو هم هغه وخت او هم اوس دا ثابته شوه چې دافغانستان دنظامي او سياسي نا انډوله حالت پر اساس دا کار ناشونی برېښيدی .
دا ځکه چې د ولسمشر لپاره ټولټاکني او دولسي جرګې لپاره ټاکني په هر لهاظ فرق درلود، په همدي اساس دا خبره هغه وخت اشتباه وه چې دواړي ټاکني پر يوه وخت کيږي . ددي خبري د سپيناوي لپاره لاندي لاملونه او دلايل پر ځای بولم :
داساسي قانون په اساس دهيواد ولسمشر دنفوسو دشمير له مخي نه بلکي دټول هيواد لپاره يوله هغو کانديدانو څخه چې په انتخاباتو کې يې زياتي رايي تر لاسه کړي وي دملک ولسمشر ټاکل کيږي . ولي دملي شوري لپاره وکيلان د ولايت او ولسواليو نه دنفوسو دشمير په اساس درايو په اکثريت ټاکل کيږي .
دولسمشر ټاکنه سر شميرني ته اړتيا نلر ي . اما د ملي شوري لپاره دانتخاباتو لومړنی او حتمي شرط سر شميرنه گڼل شوي ده .
دولسمشر دمقام دتر لاسه کولو لپاره سيالي معمولا دڅو کسانو تر منځ وي ،ولي د ملي شوري لپاره دا سيالي په يوه ولايت کې کيداي شي د ٦٠،٥٠ کسانو تر منځ وي .
په اوسنيو کړکيچنو شرايطو کې چې لا د هر څه شروع گڼل کيږي په هيواد کې دسر شميرني مسله ډيري تاريخي ريښې لري او له بده مرغه زموږ په هيواد کې دا سر شمېرنه نه په عادي او نور مالو شرايطو کې هم سرته نده رسيدلې او نه هم دجنگ او جگړې په حالاتو چې هلته خو بيخي دا کار شونی نه ؤ . هغه احصایې چې دپخوانيو چارواکو لخوا نشر شوې يوه يې هم رښتينې شميرنه نده ديو اټکل له مخي تر سره شوي دي . څرنگه چې دسر شمېرني مسله زموږ دهيواد دملي مسايلو دحل لپاره يو له عمده او مهمودندو څخه گڼل کيږي ځکه نو د بن په توافقاتو کې یی هم ځانگړی ځاي درلود. دبن دتوافقاتو د تړون ددريمي ضميمې په دريم ماده کې دافغانستان دمسلي دسياسي حل په منظورپه افغانستان کې پر عمومي سر شميرنه ټينگار شوی اود همدغه پريکړو په اساس داسي فکر کيده چې دسر شميرني لپاره به دملگرو ملتو سازمان يو ځانگړی کميسون جوړکړي او دغه کميسون ته به دافغانستان ددولتي حاکميت په رغنده همکارۍ دسر شميرني دنده وسپاري ، خو متاسفانه دا کارسر چپه شروع شو ياني دا چې دځانگړي کميسون دجوړيدو پر ځاي دا کار دافغانستان دمرکزي احصایی پر غاړه شو او بهرني هيوادونو دا دنده پر غاړه واخيسته چې هغوي به يوازي دوي ته مالي مرستي او تخنيکي اسانتياوي برابروي .
د هغو معلوماتو له مخي چې په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي داحصايي محترم رياست نه تنها چې ددي کار په مختلفو دلايلو جوگه ندۍ تر اوسه يې په عمل کې لکه څنگه چې لازمه ده او زموږ دهيواد لپاره دقيقه سر شميرنه حياتي ارزښت لري وړ کار سرته ندي رسولي ، په مطبوعاتو کې مې خبر واوريد چې دوزيرانو په غونډه کې ښاغلي وطنيار صاحب لخوا په هيواد کې دسر شميرني رپوټ واورول شو او.....،ولي يوه هفته ورسته دازادۍ راډيو دمحترم ریس صاحب سره دهمدغه سر شميرني پر موضوع دخبرو اترو پروگرام در لود او ښاغلي ریس صاحب دخلکو سوالو ته ځواب وايه ،که دا جريان هر چا اوريدلاي واي نو هرو مرو دا سوال ورسره پيداکيده چې پر نورو او تيرو رژيمونو انتقاد او هغوي ته گوت نيونه څومره اسانه کار دۍ ولي دا چې دبهرنيانو په ميليونو ډالرو او د تر” ٣٠ ” زرو زياتو بهرنيو تر خولي وسله والو قو تونو او امريکا يې قوت چې دنړۍ يوازينۍ نظامي سياسي طاقت دۍ په موجوديت کې مر کزي احسايې ونشوکولاي چې رښتني سر شميره نه وکړي نو دوطن بيا رغاونه خو دسړي هيره شي . په دغه راډيو يې پروگرام کې دکابل دښار له اومي ،لسمي او شپږمي ناحيې ، دپکتيا ،خوست ، کندهار ولايت د ښار ، د پنجوایی او ارغنداب ولسواليو ، د هلمند ولايت دلښکر گاه له ښاره او نادعلي ولسوالۍ ،دننگرهار دجلال آباد له ښار او شينوارو له لوي ولسوالۍ ، بدخشان او نورو سيمونه تليفوني سوالونه وشول او ټولو وويل چې موږ دسر شميرني کوم کسان ندي ليدلي .او له کنړ اوننگرهار نه دو نفرو نيوکه وکړه چې داحصايي رياست دسر شمير ني لپاره پښتو ژبه ويونکو منطقو ته فارسي ژبي اوفارسي ژبو ويونکو سيمو ته پښتو ژبي کسان ليږلي دي او دهغوي برخورد او کړني دخلکو سره ډير امرانه دي ،څنگه کيداي شي دا ښاغلي چې پښتو يې نده زده دپښتنو په سيمه کې زموږ دهيواد نالوستي خلک پدي پوه کړي چې سر شميرنه يعني څه او دوي څه غواړي .
دجنوري په شپاړسمه نيټه دکندهار دولايت دوالي وياند ښاغلي خالد پښتون دازادۍ راډيو ديوي پوښتني په ځواب کې وايي : وامو وريده چې دسر شميرني يو هیت کندهار ته راغلي ؤ اما کله چې مو وروسته پوښتنه وکړه هغوي لکه څنگه چې لازمه وه هيڅ کار نه ؤ کړي . دارزگان او دايکنډي په ولاياتو خو ښاغلي ریس صاحب خپله وايي چې دسر شميرني کار ستونز من دي اوس خو داکار تر بل دوبي کاملا ناشونی دۍ . سوال دادۍ دغه شان سر شميرني ته رښتينې سر شميرنه ويلاي شو او که هدف دا ؤ چې بهرنيان يې واوري چې سر شميرنه وشه .
نو ځکه داسوال پيدا کيږي چې يا دا اداره ددغه کار په ارزښت خپله نه پوهيږي او يا غواړي لوټه په اوبو کې کښيږدي او ځان پر تير کړۍځکه دښاغلي ریس صاحب دگذارش ورکولو ډير ښه چل ياد ؤ او په خبرو يې دوطن گل گلزار تمثيلاوه ،پداسي حال کې چې سر شميرنه نه يوازي دملي شوري دانتخاباتو لپاره بلکه هغه جنجالونه چې دهيواد دمختلفو قومونو او ژبو ويونکو تر منځ همدا اوس هره ورځ هر يو ځان تر بل ډير بولي او پر همدغه مسله دقومونو اړيکي ددښمنۍ تر سرحده ورځ په ورځ رسيږي زيات ارزښت لري . دا ستونزه يوازي د رښتنۍ سر شميرني په پايله کې حل کيداي شي. دلته دا مطلب ويل غواړم عرض کړم چې زه دهيچا سره کومه شخصي او سياسي تربگني نلرم او نه هم ښاغلۍ رئس صاحب پيژنم که دده پر ځاي زما نږدي دوست هم ددغي اداري مشر واي ددا شان کړونو وروسته به مې همدا ليکنه کړي واي دا ځکه چې زموږ دهيواد دبهرنيو او کورنيو دښمنانو دا شعار چې ” بي اتفاقي واچوه او حکومت وکړه” د پلي کولو يو لوي لامل همدا د رښتنۍ سر شميرني نشته والۍ دۍ ، که نه نور هر څوک پخپل ټاټوبي اومنطقه کې اوسي . مشوره مې داده که دا اداره پدغو امکاناتو نشي کولاي دا کار پر مخ بوزي او يانور کوم سياسي ،نظامي پرابلمونه وي ښاغلي ریس صاحب بايد دپلان دپخواني وزير بشر دوست صاحب په څير استعفا وکړي او افغان ولس ته څرگنده کړي چې پدغو دلايلو دا کار نا شونۍ دۍ .
ديو هيواد چارواکي ددي لپاره چې وکولاي شي په هيواد کې سياسي ، اقتصادي او اجتماعي ريفورمونه پلي کړي بيله رښتنۍ سر شميرني به هرڅه د نيمگړتياوو سر مخامخ وي ، يو ساده مثال: څنگه کيداي شي ديو فاميل مشر بيله دينه چې دفاميل دغړو شمير ورته معلوم نه وي کورته غذا ، يا جامي او نور شيان راوړي؟ ځکه په عمومي توگه پداسي هيوادونو کې لکه افغانستان دسر شميرني په وخت په ليکلي فورمه کې لاندي معلوماتونه راټوليږي :
نوم او تخلص
دزيږيدو ځاي او تاريخ
باسواد يا بيسواد
دزده کړي کچه
کسب او مسلک
متاهل يا مجرد
څو ماشومان لري ،دلور او زوي په تفکيک
مذهب
مورنۍ ژبه
داوسني اوسيدو ځاي
ممکن په افغانستان کې داحصايي رياست نوري پوښتني هم ورسر ايضافه کړي وي ،ولي داپورته معلومات ددولت لپاره دلاندي کارو دسرته رسولو لپاره ستر ارزښت لري .
داقتصادي او صنعتي پلانونو او پروژو سرته رسول .
روغتيا يې خدمتونو ( روغتونونو ،پوليکلينيکونو،درملتونونو،نرسانو ،ډاکټرانو او نورروغتيايي پرسونل اماده کول .
ښوونځيو ،عالي او متوسطو مسلکي مؤسسو ، پوهنتونو دجوړيدو شمير ، د علمي کدرو او دغو علمي مؤسسو ته د اداري پر سونل ، تعمير، قرطاسيه او کتابونو چاپ .
دغذايي موادو برابرول .
تجارت ،داوبو ،مځکي او ځنگلونواو نورو طبعي زيرمو څخه داستفادي مسله .
هوايي او ځمکنۍ ترانسپورټ او نور ډير شيان .
په افغانستان کې دملي شوري ،ولايتي او ولسوالي شوراگانو ته دانتخابات .
په افغابستان کې دملي شوري ،ولايتي او ولسوالي شوراگانو لپاره وکيلان د نفوسو دشمير له مخي ټاکل کيږي بيله رښتنۍ سر شميرني لمړۍ دا دپارلمان دا” 249 ”چوکۍ پر ولاياتو څنگه بايد ويشل کيږي ؟ پداسي حال کې چې دانتخاباتو دقانون د” 19” مادي په اساس دمرکزي احصايي لخوا بايد دملي شوري دانتخاباتو تر شروع ” 90” ورځي وړاندي دهر ولايت ددنفوسو شمير د انتخاباتو دکميسون په واک کې ورکړه شي.
زه چې دمرکزي احصايي داشان غولونکي راپورو ته گورم او دهيواد اکثريت اوسيدونک هم وايي سر شميرن نده شوي او محترم رياس بيا ادعا کوي چې دا کار په ډيره عالي او په اصطلاح وطنپرستانه شکل او روحيه سرته رسيدلۍ د ملي شوري دچوکيو ويش به غيريعادلانه وي . متاسفانه له يوي خوا خو بيله کوم ضرورت او دليله دري ولايتو نه داشخاصو دخوشاله کولو لپاره دهيواد پر اداري تشکيل ور بار شول لکه کابينه چې دبل له جيبه معاش اخلي ولي تر کارمندانو يې وزيران، دهغوي معاوينان او سلاکار مشاور وزيران ډير شوه ، او دولتي تشکيل له حد نه زيات وپړسول شو.
حقيقت دادۍ چې دا سر شميرنه لکه څنگه چې اړينه وه نده شوي او اوس خو دا کار ځکه ناشونۍ دۍ چې دخداي په فضل سږ کال واورو او بارانو دهيواد مځکه وپوښل او داسي يې خړوبه کړل چې دثور تر آخره پوري د دايکندي ،دارزگان ځينو ولسواليو، غزني ،وردگو، باميان ، زابل ، غور ،بدخشان او يو شمير نورو سيمو ته ورتگ د ثور دمياشتي تر اخره پوري ناشونۍ کار دۍ.
تر کومه ځايه چې دخلکو څخه اوريدل کيږي دسر شميرني کار دبيطرفو او خواخوږو کسانو لخوا پر مخ نه بيول کيږي له بده مرغه دراپاته بي اتفاقيو دمرض په اساس پدغه کار داسي کسان گمارل شوي دي چې ددا شان ملي کار دسرته رسيدو جوگه ندي .
دهيواد پدغو شرايطو کې چې تر اوسه لامرکزي حکومت پر ټول افغانستان مسلت ندي او دقانون پلي کول يوازي پر کمزورو سرته رسيږي ،واليان او نور اداري مسؤلين داهليت او وړتيا ترنامه لاندي دتړلو دروازو شاته دتنظيمي اړيکو پر اساس په دندو گمارل کيږي .
دبهرنيانو د پټي لاسوهني له مخي محلي قوماندانان او جنگسالاران چې خپله آينده يو څه تاريکه ويني په مؤقتي شکل خاموشي اختيار کړي هغه دچا خبره خپل وار ته گوري ،او هغوي چې پدي ورستيو کې يې دولتي واک دلاسه ورکړۍ او پر کور ناست دي ،دتنظيمو رهبران او نور داسي کسان چې افغانان يې يوازي او يوازي دڅوکۍ دلاسته راوړلو لپاره وژل ، کورونه او ښارونه يې ورانول په ټول ځواک تلاښ کوي په انتخاباتوکي په هره توگه چې کيږي په پارلمان،ولايتي او ولسوالي شوراگانو کې اکثريت تر لاسه کړي، جنگسالاران او مذهبي افراطيون دپاکستان ،ايران او نورو ليري او نږدي همسايه هيوادوپه لمسون دقدرت او واک دبرمته کيدو لپاره شپه اوورځ هلي ځلي کوي او عملا د در غليو امکانات زيات په اختيار کې لري . دا کار پداسي حالت کې تر سره کيږي چې ښاغلي کرزي بيله څو محدودو کسانو نه پر افغان ولس او نه هم پر هغو ټولنو ،سازمانونو او قومي مشرانو روڼ اندو او تکنو کراتانو چې يوازنۍ ارزو يې دافغان ولس ارارمي او په هيواد کې ددموکراسي پلي کول دي تکيه کوي !!!هغه وعدي چې يې دانتخاباتو په وخت کې له ولس سره کړي وي هغه ټولي هيري شوي، په هيواد کې رشوت،زورزياتۍ ،خپل سرې، واسطه چور او چپاول دبيوزلو دارايي په زور اخيستل ،سبوتاژد هيروینو قاچاق او نور په دوامداره توگه جريان لري او دي ټولو قانو ني بڼه اخيستي . دښاغلي کرزي دپريکړنده سياست د نشته والي له امله دپردي شاته همدا اوس واک دبل چا پلاس کې دۍ د قانون نه سر غړونه او د شخصي او گروپي ارمانو پلي کول يو عادي کاردي. همدا اوس هر وزير ریس جمهور دۍ دمثال په توگه دخوست خلک دخوست په رسمي اودولتي پوهنتون کې د طب دفاکولتي دلغوکولو پرخلاف غوښتنه کوي او غواړي چې دهمدغه پوهنتون په تشکيل کې د طب فاکولته پاته شي ولي دعالي تحصيلاتو وزير نه پوهيږم دکوم دليل او تعصب له مخي ددغي فاکولتي سر ه مخالفت کوي،دومره څوک نشته چې دغه وزير صاحب متوجه کړي. دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير يو کل اختياره او واجب الاحترام شخص گرځيدلي هر څوک چې زړه يې غواړي له کاره گوښه کوي اوبيا پخپل پخواني همکار پسي د مطبوعاتو له لاري چټيات ليکي ښاغلي مبارز صاحب او ښاغلي رهنورد زرياب يې څرگند مثالونه دي دا چې دپښتو ژبي سره چې د اکثريت ولس ژبه ده څومره مخالفت لري ټولو ته معلومه ده په کلک گمان که همدغه وزير صاحب ته يوڅه نور هم ميدان ازاد پريښودل شي دايران اخوندانو مطبوعات او دطالبانو دوخت مطبوعاتي او کلتوري پاليسي به په سترگو پوري رانجه کړو.
دحج او اوقافو وزارت تنها يو چاته دچوکۍ دپيداکولو او يو تنظيم دخوشحاله کولو پخاطر جوړ شو دغه وزارت او دترانسپورت وزارت خبر ؤ چې سږ کال ” 30 ”زره حجيان بيت اله شريف ته سفر کوي لازمه وه چې ددوي لپاره لازم او وړ تر تيبات نيول شوي واي اود دغو حاجيانو چې په هغوپه جمله کې سپين سري ښځي هم وي او دليرو ولايتو نه راغلي وه خدمت او درناوۍ شوۍ واي دهغوي سره ډير ناوړه چلند وشو. دراغلو مهجارو سره نه کومه مرسته شوي او نه يې چا خبر اخيستۍ . دکابل دښار په منځ کې همدا بي وزله او له هر څنه محروم افغانان ښځي او ماشومان دلوږي او يخنۍ نه چيغي وهي ولي ټول مسؤل غوږونه کاڼه شوي دي ايا دا انصاف دۍ ،ځوانان په ښوونځيو او پوهنتونو کيدځينو چارواکو دناوړه کړونو په اساس ناراضه دي ، دمحل قوماندانواوجنگ سالارونه تش په نامه سلاح ټوله شوي ده، ،سوال دادۍ تر 1992کال دثور تر” 8” نيټي وروسته داټوله دولتي سلاح او هغه چې دغو قوماندانانو ته دهغوي بهرنيو پلويانو ورکړي وه ډيره کمه يې دکابل او هيواد په نورو ښاروکي دواک دترلاسه کولو پر سر استعمال شوه دا نوره ټوله پاته ده، له ډير پخوا نه آن د مرحوم ډاکتر نجيب اله دحاکميت له ورستيو کلو نه بيا دطالبانو تر راتگ پوري ډير زياته سپکه او درنه دولتي وسله دافغانستان شمال ته انتقال شوه څنگه يو دم دا ټوله ورکه شوه؟
پدغو کړکيچنو حالاتو او شرايطو کې به ستونزمنه وي چې دهيواد راتلونکي پارلمان ته دي وړ ،لايق، روڼ اندي او مستحق کسان لاره پيدا کړي، دافغان ولس همدا انديښنه ده ، په هغه صورت کې چې په پارلمان کې دمحلي قوماندانانو،جنگسالارو او مذهبي فونډمنټالستانو ، قومي او ژبني تنگ نظره اکثريت تر لاسه کړي دا ډارشته چې همدا دپرديو لخوا ډالۍ شوي نيم بنده دموکراسي به هم له خطره سره مخامخ شي او دولتي حاکميت به پر دوو جبهو وويشل شي چې يو طرف ته به يې ښاغلي کرزي او دهغه نږد پلويان او بل طرف ته د ملي شوري ډيره کې او په حکومت کې ددغو ډلو پلويان . دعدالت د نارو سورو په وهلو او نورو بهانو سره به په دولت کې دهغو پلانو نو او کړونو مخه نيسي کوم چې ديوي مدني ټولني دجوړيدو سره مرسته کوي ، بله بدمرغي داده چې تر اوسه دښاغلي کرزي بهرني پلويان دوه مخۍ سياست پر مخ بيا يې ، ياني هغوي جنگسالار او يا د قرون اوسطا دټولني دشرايطو پلويان چې داسلام دپاک نامه نه دځان اوسياسي واک دساتلو پخاطر استفاده يې عدت دۍ هم نه خوابدي کوي او غوښني اړيکي ورسره ساتي .د داشان دو مخالفو ډلود مقابلو اوزور ازمو يلو تجربي په نورو هيوادوکي هم تکرار شوي دي ډير ناوړي پايلي لري .
سر بيره پردي چې دغي مسلي ته په افغابستان کې ددغه نسبي آرامۍ پلويان بايد جدي پاملرنه وکړي زما په اند که داساسي قانون غلطۍ اوس علل اجاله نشي اصلاح کيداي دانتخاباتو مستقل کميسون د انتخاباتو دقانون ځيني عمده تير وتنو ته متوجه شي او ددي لپاره چې دالمړني انتخابات قانوني بڼه ولري ضروري بريښي چې دملي شوري لپاره انتخابات د څه مودي لپاره وځنډيږي .
هغه ټکي چې دپاملرني وړدي :
دتيرو ترخو تجربو نه په استفاده بايد دانتخاباتو د قانون د” اتمي” مادي له مخي دانتخاباتو دبهير دپر مخ بيولو کارمندان بيطرفه وي دغه هدف ته درسيدو لپاره ديو ځانگړي ميتود نه استفاده ضروري بريښي تر څو يو ځل بيا پخوانيۍ تيروتني تکرارنشي .
د انتخاباتو دقانون يولسمه ماده وايي: دولايت او ولسواليوانتخاباتي حوزي” 120”ورځي مخکښي دولسمشر دفرمان په اساس بايد تعين سي.که ابتخابات په اپريل کې وي خو دا پاته معياد تر ”120”ورځو کم دۍ .
دهمدغه قانون د څورلسمي مادي دوهم بند : دانتخاباتو مستقل کميسون به د کوچيانو ،مهاجرينو ،او په داخل کې دبيځايه شوو او وسله والو قواوو دمنسو بينو لپاره لازمي اسانتياوي برابروي. ايا دا ځل به افغاني مهاجرو ته په انتخاباتو کې دگډون حق ورکول کيږي؟
له هيواد نه بهر افغانان به دکومو انتخاباتي حوزو لپاره وکيلان ټاکي؟
دا چې په يقين سره دافغان ولس دقبول وړ سرشميرنه نده شوي دملي شوري دوکيلانو دا” 249 ” چوکۍ به پر ولاياتو او ولسواليو دکوم معيار له مخي ويشل کيږي ؟ زما په فکرپداشان حالاتو کې به ښه داوي چې بيله دشمير په نظر کې نيولو سره دهر ولايت دمر کزاو هري ولسوالۍ نه يو يو وکيل ملي شوري ته وټاکل سي، دولايتي او ولسوالي شوري لپاره يو تقريبي معيار په نظر ونيول شي .
ددغه قانون د” 15 ”،او””19 ” مادي عملي کول ستونزمن بريښي او زموږ دهيواد په شرايطو کې دا ځل عملي ندي .
دمشرانو جرگي ته دولايتي او ولسوالي شوراگانو له لاري يو يو کس ټاکل کيږي ،او بيا دټاکل سوي کس دخالي ځاي لپاره انتخابات کيږي ددغو انتخاباتبو مصارف او شکل به څنگه وي ؟.
د قانون د” 24” مادي په اساس دمشرانو جرگي ته دريمه برخه غړي چې ټاکل يې دولس مشر په اختيارکي دي علاو پر شخصي معيارو د هغوي لپاره داوسيدو معيار په نظر کې ندۍ نيول شوۍ کيداي شي ولسمشر ټول ديو ولايت او يا ټول د کابل داوسيدونکو له جملي انتصاب کړي .
په ”27” ماده کې راغلي چې ولسمشر دمشرانو جرگي ته انتصاب کوونکو لپاره دسياسي گوندونواو اجتماعي سازمانونو نه غوښتنه کوي ديوي هفتي په دننه کې خپل کانديدان معرفي کړي . دا کار به څومره عملي وي اوس چې ولسمشر پخپله يو ځل دگوندونو د جوړيدو او سياسي آزاد فعاليت د قانوني کولولپاره داحزابو دقانون پلوۍ ؤ او بيشميره زيات گوندونه چې افغان ولس حتي دهغوي دکړنلارو دلوستلو وخت او امکانات هم نلري جوړ شوه او دا دگوندونو دجوړيدو دسيالۍ لړيۍ لا نوره هم روانه ده ،مگر د ولسمشرۍ دچوکۍ دتر لاسه کولو وروسته د سياسي گوندونواو هغوي ته په ټولنه او دولتي چاروکي د ځاي ورکولوپه هکله دښاغلي کرزي په سياست کې دسوړ والي يو څه بدلون ليدل کيږي ، په حکومت کې ښاغلۍ کرزۍ وزيران” ددربارد گوند دغړو نه ” پرته نور ټول هڅوي چې له هغو گوندونو سره خپلي اړيکي وشلوي کوم چې همدغو گوندونواو تنظيمونو دا ښاغلي د وزارت مقام دتر لاسه کولو لپاره معرفي کړي وه . دا به څنگه وي چې ښاغلۍ کرزۍ صاحب به د سياسي گوندونو نه ملي شوري ته دغړيتوب لپاره کانديدان وغواړي ؟او که هدف يوازي په اصطلاح جهادي تنظيمونه وي فکر کوم پدغو شرايطو کې دهغوي لاس اوسنې حاکميت او دهغوي بهرنيو پلويانو ترهر چا بر کړي دۍ ،اوکه ښاغلي کرزۍ له هغوي نه بياهم دنورو کسانو دمعرفي کيدو غوښتنه وکړي دا دامانا لري چې انسان خپل قبر پخپله ځان ته کيني .
دقانون په اساس له هر ولايت نه بايد دوي تني ښځي ملي شوري ته ولاړي شي سوال دادۍ په هغو ولاياتو کې چې باسواده ښځي نه وي لکه ارزگان ،دايکنډي او نور ولايتونه او ولسواليۍ هلته په ملي شوري ،ولايتي او ولسوالي شوراگانو کې د ښځو استازيتوب څوک کوي ؟
ددې ليکنې پاتې برخې لوستلو لپاره دلته کښېکاږئ >> ",راتلونکې ولسي جرګه او د افغان ولس اندېښنې
1973,حبيب الله غمخور,"
دقانون په 21 مادي په دوهم بند کې راغلي : هيڅوک حق نلري تر يوي انتخاباتي حوزي زيات ځان کانديد کړي.ولي دهمدغه قانون د ديرشمي مادي په شپږمه فقره کې بيا داسي لولو:دولسي جرگي لپاره کانديدان په عين وخت کې کولاي شي د ولايتي او ولسوالي شوري لپاره هم ځان کاندي کړي ، ولي نشي کولاي په يو وخت کې دواړي څوکيۍ خپلي کړي .گرانو لوستونکو زما خو سر پري نه خلاصيږي ،لمړۍ دا چې دا دواړي يوه انتخاباتي حوزه ده او که دابله ؟. دوهم دا ايا اوسنۍ حاکميت په دسړو کمۍ دۍ او يا دا ښاغلي خوشحالوي که دملي شوري وکيل نشوي نو دولايتي يا ولسوالي شوري غړۍ خوبه حتمي کيږي ،ځکه کله چې يو کس په درو ځايو کې د کانديد کيدو امکان ولري طبعي ده چې دري نه لس ځايه ځان کانديده وي . زما په اند داپه دولتي واک کې دډيرو افغانانو د گډون مخنيوۍ دۍ . او دا دواړي مادي يو دبل سره کوم منطقي تړاو نلري .
که د انتخاباتو قانون دقيق ولوستل شي هغوي چې په دحقوقو پوهيږي دابه ورته څرگنده شي چې دا قانون څومره بيمورده پړسول شوۍ دۍ او د څومرو خاليگاوو سره بياهم فيصله شوۍ دۍ خو اوس زما دليکني موخه د قانون دقيقه څيړنه نه بلکه دملي شوري دانتخاباتو دپايلي په هکله دافغان ولس انديښني دي .
ک دوجدان له مخي قضاوت وکړو دولسمشرۍ دټولټاکنو لپاره هم هغه کميسون دچارواکو او بهرنيانو چې په انتخاباتو کې يې پيسي مصرفولي او يا يې سياسي علاقه لرل چې ډير ژر او پر هغه وخت چې دوي غوښتل انتخابات وشي په عجله او زياتو خپل سريو ټولټاکني تر سرهکړي که کوم چا دکوم کانديد دخوشحالۍ لپاره هم کومه غلطي کړوي وه زه به چې نور خفه نشي ښاغلي کرزۍ مثال راوړم ځکه تر ټولټاکنو وروسته هغو چې ټاکني يې بايلي وي ويل چې هر څه کميسون د ښاغلي کرزي په گټه سرته رسول ،ولي نه پوهيږم چې ولي داټولو هيره کړي وه او افغان ولس ته يې په ټيټه ستر گه کتل ؟ او فکر يې کاوه چې افغانان به په دغه برخه ليک ټاکونکو شرايطو کې بيله کرزي نه بل چاته رايه ورکړي ،ځکه بل چاته چې خلکو رايه ورکولاي بيانو ضرورت څه ؤ چې لمړۍ دطالبانو توره او دووحشت دوره وزغمي او بيا تر هغه وروسته د امريکا د بي ”52” الوتکو بمباري د درنو وسلو استعمال او افغان وژنه ؟، ددغو له جملي نه چې ځانونه يې کانديد کړي وه د ښاغلي مرحوم ډاکتر نجيب اله پر ضد د امريکا پاکستان ،روسي ، ايران او عربي نړۍ په مرسته کودتا وکړه په افغانستان کې يو ځل دحکميت آس ځغلولۍ ؤ خو دهغوي دکارو پايله وه چې دافغان ولس غميزه دومره اوږده شوه چې اوس يې ټول دخلاسون لاره لټوي .
دادی اوس بيا د ملي شوري او نورو شوراگانو لپاره ټاکني کيږي ،له بده مرغه دهمدغه نيمگړي دانتخاباتو د قانون په اساس هغه دولسمشرۍ لپاره کارتونه دلته هم بايد وکارول شي چې زما په گمان دا کار به يو لړ رښتنۍ ستونزي را منځته کړي .
لومړی ــ زموږ دهيواد لوي اکثريت نالوستي او غريب خلک دي که څه هم دامريکا غږ او ازادۍ راډيو گانو زيات تبليغ کاوه چې گورۍ دا کارتونه ورک نکړۍ اوښه يې وساتۍ چې بيامو دملي شوري دا انتخاباتو لپاره پکاريږي خو زموږ ولس چې د خپل هيواد پر سياسي استقرار کوم ايمان نلري او يا ډيرو زياتو به يا اصلا هغه وخت په ټولټاکنو کې گډنو نه وي کړي او يوشمير به يې تر ټاکنو وروسته کارت ياورک کړۍ او يا چيري ايښي وي چې اوس يې پيدا کولانشي ، په پر مخ تللو هيوادو کې دا ستونزه شته ځکه يوه هفته تر ټاکنو مخکښي درايو کارتونه ليږل کيږي ، او ډير يې په ټاکنو کې دټولو تبليغاتو سره سره برخه نه اخلي . ماد سويډن دهيواد دپارلمان او اروپاد پارلمان په ټاکنو کې رسمي دنده درلوده ماته معلومه ده چې حتي دلته هم چې هر څه شته ارامې او واقعي ډيموکراسي بيا هم زيات شمير دمخ پر انکشافه هيوادو را غلي مها جر په انتخاباتو کې برخه نه اخلي په افغانستان کې خو دا مشکله ده چې يو نالوستي سړي دي چې تر اوسه پدي نه پوهيږي چې درايو ورکولو ارزښت په څه کې دۍ کارتونه دي ساتلي وي .
وړانديز مې دادۍ چې لمړۍ د انتخاباتي حوزو شمير زيات شي او دوهم يو معين داسي کارت جوړسي چې دهغه جعلي جوړه ونه ستونزمنه وي او يوازي د انتخاباتو دکميسون دغړو له لاري په هغه ورځ رايه ورکونکو ته ورکړه شي چې صندق ته يې درايي ورکوني لپاره اچوي ، دکميسون غړي دي درايه ورکوونکي نوم دي درايي ورکولو په وخت کې ثبت کړي .
دوهم ــ درايو ورکولو وخت بايد له يوي ورځي نه دوو يا دريو ورځو ته اوږدشي تر څو خلک وکولاي شي دليري ځايو نه راسي او په رايه ورکولو کې برخه واخلي .
دريم ـــ دکانديدانو دنومونو دلست تر تيتب دا دپرمخ تللو ټولنو په شرايطو کې عملي ده پداسي ټولنو کې لکه افغانستان ښه خبره داده چې په هر انتخاباتي حوزه کې دهر کانديد لپاره ځانگړي صندوق کښيښودل شي او پر هغه يوازي دهغه لوي عکس و مښلول شي . پدي بايد خوابده نکړو چې متاسفانه زموږ په هيواد کې تر اوسه لا استحقاق او وړتياته رايه نه ورکول کيږي ، بلکه يوازي او يوازي ځانگړي کس ته چې رايه ورکوونکۍ يې پيژني رايه ورکول کيږي .
پدي صورت کې به دا غلط فهمي هم ورکه شي چې گويا نالوستو او هغو ته چې دکوم کانديد نښان او علامه يې نه پيژندل دکارت دخانپوري کولو په وخت کې دانتخاباتو دکميسون کارمند دهغه پر ځاي کارت خانه پوري کړۍ او يا يې دگوتي په اشاره وروښودل چې کوم کس ته رايه ورکړي .
د اساسي قانون د ” 85 ”مادي په اساس دملي شوري غړيتوب لپاره کانديد پر نورو شرطونو سربيره دالاندي صفتونه هم بايد ولري :
دافغانستان تبعه وي يا لږ تر لږه دکانديديدو يا تعين تر نيټي لس کاله پخوا يې دافغانستان ددولت تابعيت تر لاسه کړيۍ وي .
د محکمي لخوا دبشري ضد جرمونو ، د جنايت په ارتکاب محکوم نه وي او يا له مدني حقوقو څخه محروم شوۍ نه وي . او داسي نور ....
لومړی ــ دملي شوری دکانديد کيدو لپاره ولي ددوه گوني تابعت مسلي ته اشاره نده شوي ،يو څوک به چې د بل بهرني دولت تابعيت هملري له بهرنيو هيوادو څخه راځي او په افغانستان کې به دملي شوري لپاره ځان ټاکي کله چې يې دوکالت دوره پاي ته ورسيدل ارام به دوباره بهرني هيوادد ته درومي دا چې په ملک او يا دده پر پخوانيو مؤکلينو څه تيريږي هغه په ده پوري اړه نلري . پر ځاي به وي چې دملي شوري ولايتي او ولسوالي شوراگانو لپاره دعدالت او انصاف پر اساس هغه څوک کانديد شي چې په هيواد کې دننه دایمي استوگن وي نه دلويديز نه راغلي ميلمانه .
ددرو واړو شوراگانو دکانديد کيدو يو له عمده شرطونونه بايد په محل کې حد اقل پنځه کاله دایمی اوسيدل وي ،نه دا چې له بهر نه راغلي کس او يا لکه دپخوانيو رژيمونو په دود ښاغلۍ يا اغلي په کابل ،ننگرهار ،مزار شريف يا هرات کې اوسيږي ولي کله چې دمقام خبره شي بيانو پدي نامه چې يا هلته زيږيدلي او يا هلته کومه خپلوي لري دهغه ځاي د اصلي اوسيدونکي په عوض کانديد شي.
دوهم ـــ څرنگه چې ملي شوري يو تقنيني ارگان دي او هميشنۍ مشغولتيا يې دقوانينو ، فرامينو ،لوايحو او ددولت له داخلي او بهرني سياست سره ده لازم او اړينه يې بولم چې دولسي جرگي غړۍ بايد سواد ولري ،غير له هغه به نوموړۍ وکيل صاحب ديو بل چا دنظرياتو او عقايدو ښکار وي .مشرانو جرگي ته کيداي شي سپيڅلي قومي مشران ،بي پري ديني عالمان او وطنپرسته روڼ اندي راشي .
دريم ــ د اساسي قانون په يو اتيايمه ماده کې لولو : دافغانستان داسلامي جمهوريت ملي شوري ،دستر تقنيني اورگان په توگه دخلکو د ارادي ښکارندويه او دټول ملت نمايندگي کوي . دشوري هر غړۍ درايي دڅرگندوني په وخت کې د افغانستان دخلکو عمومي مصلحتونه او ستر ي گټي دخپل قضاوت محور ټاکي .
هغه اشخاص چې دتنظيمي ،سياسي او نظامي گټو دساتلو پخاطر يې انسانان وژلي،کورونه او ښارونه له خاورو او کنډوالو سره يو شان کړي کيداي شي ملي شوري ته ځان کانديد کړي ؟
دولسمشر نطاق ښاغلی جاويد لودين د بي بي سي سره په مرکه کې چې په افغانستان کې دبشر دحقو قو مستقل کميسو ن رپوټ چې ښاغلي کرزي صاحب ته يې وړاندي کړي ؤ د خبر لوڅ دپوښتني په ځواب کې وويل : موږ د بشر دحقو قو د دمستقل کميسون راپور تایدوو ولي تر څو چې ديو شخص په هکله محکمه فيصله ونکړي هغه کس مجرم نه شميرل کيږي ،دا قانوني او معقوله خبره ده ،ولي دافغانستان دکړيدلي او ربړيدلي ولس غوښتنه دداشان پيژندل شووکسانو فوري محکمه نده ځکه پدي ښه پوهيږي چې څوک به څوک او څرنگه محکمه کړي ؟ ټولو پدي ملک کې گلان ندي کرلي . ولي دانسان او يو افغان په صفت يې دا غوښتنه پر ځاي او اانساني ده هغه چا چې تر نورو يې زيات وژلي او يا يې زياتي خرابۍ کړي او همدا اوس هم پر هيڅ صرفه نه کوي که کومي محکمي ته نه معرفي کيږي نو دواک اود داشان صلاحيتونو لرونکي مقامو لکه شوراگاني بايد ددوي له شر او مداخلي نه په امان کې وساتل شي. دفغانستان خلک دا فکر هيڅکله نه کوي او نه هم پردي عقيده لري چې داسي يوه محکمه دي دايره شي چې هلته بيله کوم امتياز او تعصب نه دبشر پر حقو قو ټول تيري کوونکي محاکمه شي . همدا اوس هم ډير څيړونکي پدي عقيده دي چې دا تبلغات دهغو کسانو پر ضد کيږي چې زموږ دهيواد د چارواکو خوښ ندي او دهغوي بهرني پلويان لکه څنگه چې ليدل کيږي هم علاقه نلري دداشان خلکو سره گډه ژبه پيداکړي . او که حقيقت ته راشو زموږ په هيواد کې هره لحظه دبشر حقوقو او دانسان مقام ته په ټيټه سترگه کتل کيږي . داچي يو په کور کې په ساړه ژمي دگرمۍ نه شکايت کوي او بل همدا شان انسان او افغان بيا دخپلو وړو ماشومانو سره دکابل دښار په هغو واټونو کې چې چارواکي يې خپلو گرمو کورو اودفترو ته دتگ اوراتگ په وخت کې ويني د يخنۍ او لوږي نه يې چغي تر اسمانو رسيږي او غربي راډيو گاني يې هر ورځ راپور تاژونه ، ددوي ژړاوي او فريادونه نشروي ، ولي افسوس چې دچارواکو دموټرو سيښي له يوي خوا توري او له بلي خوا دومره پنډي دي چې دخوار او غريب اواز او چيغي ددوي غوږو ته نه رسيږي !!! په سلهاوو داسي ناخوالي دننه ددي هيواد په پلازمينه کې هر ورځ تکرا ريږي چې قلم يې ليکلو ته عاجز دۍ .
پر دا ټولو ناخوالو سر بيره داوسنيو چارواکو او په ځانگړي توگه له ښاغلي کرزي صاحب نه د افغان ولس غوښتنه دا ده چې دخپلو هغو دوستانو په وسيله چې ده ته داعتماد وړ دي ځان دافغان ولس په حال خبر او پريکړنده گامونه اوچت کړي .
د راتلونکي پارلماني ټاکنو په هکله تر هر چا زيات ولسمشر زيات مسؤليت لري ، دملي شوري او نورو شوراگانو د ټاکونو دانتخاباتو د قانون بايداصلاح شي تر څو په نتيجه کې هغو کسانو ته دملي شوري لپاره د ځان دکانديد امکانات برابر نشي کوم چې يو ځل بيا دا هيواد د اولسمي پيړيود شرايطو په بد بختيو کې په مختلفو نومو نو او بهانو لاهو کوي . اوس چې افغانانو له اوږدو جگړو او تر خو تجربو وروسته يو ځل بيا د دموکراسۍ دپلي کولو او پارلمان د جوړه ولول هوډ کړۍ دافغان ولس اوپه هيواد کې د متمديني ټولني د جوړيدو دښمنان او هغوي چې دټوپک په زروتر لاسه کړۍ واک يې دلاسه ورکړۍ په رنگا رنگ دسيسو او بهانو سره دليونو په شان تلاښ کوي تر څو په پارلمان کې اکثريت ترلاسه کړي او دموکراسي له جدي خطر سره مخامخ کړي . پر ولسمشر ، ټول ولس او روڼ اندو ده پارلمان ته خپل رښتيني استازي چې د تجربي ،پاکۍ او علمي پوهي خاوندان او هغه کسان چې دتمدن او افغانستان داسي بيارغاوني سره کوم چې وکولاي شي دنړۍ دنورو هيوادو سره په هره برخه کې سيالي وکړي مخالفت ونلري ملي شوري او نورو شوراگانو ته وټاکي ،زموږ راتلونکي وکيلان بايد په هر لحاظ د افغان ولس استازي توب وکړي او دا خپله ايماني دنده وبولي چې دا هيواد په هر شکل چې کيږي له دغه شاته پاتي والي ،سياسي او اقتصادي غلامۍ نه خلاص شي .
حبيب الله غمخور _ مالمو ( سويډن )
",راتلونکې ولسي جرګه او .. دوهمه برخه
1974,سويډن ( دوستي فرهنګي ټولنه ),"
٧ فبروري ٢٠٠٥ سويډن
پدې وروستيو شپو او ورځوکي د افغانستان داسلامي جمهوريت دچارواکو د خبر تيا نه پرته دټولو نړۍ والو نورمونو او قبول شو قوانينو خلاف دبهرنيانو لخوا زموږ دپاکي او سپيڅلي خاوري پر هوایی حريم دادوهم ځل لپاره بر بنډ تيرۍ کيږي او پر خپل سر په آزاد لاس د کوکنارو پر کروندو دهوا له لاري زهر جني دوا گاني شيندي .
په افغانستان کي ټول دسالم عقل او انديښني خاوندان دنشه يي توکو او کوکنارو د کر کيلي ،تجارت ،او ترانسپورت سره مخالف دي . که څه هم ددي انسان دښمنه بوټۍ کرل زموږ په غم ځپلي هيوادکي دکورنې جگړي او ناورين په جريان کي دهمدغوبهرنيانو په هڅونه او حمايه تر دغه سر حده راورسيدل .
دا پنځه کاله کيږي چي افغان ولس دوچکالۍ په منگولو کي را گير ؤ ځکه نو بزگرانو د هيروئنو دقاچاقبرانو او مځکو دخاوندانو د غوښتني په اساس دکوکنارو کرلو ته مخه کړي وه ، کروندگرو ددغه کوکنارو دحاصلاتو نه د ومره گټه نه پورته کول خو دفاميل دغړو لپاره دخوړو ،لباس او درملودپيداکيدو پخاطر مجبور ؤ چي دقاچاقبر او مځکي دخاوند فرمايش ومني .اوس چي له نيکه مرغه بهرنيان او په ځانگړي توگه امريکاخپلي تيروتني ته متوجه شوي او غواړي دکوکنارو بوټۍ له ريښي ورک کړي اړينه بريښي چي د افغانستان سياسي استقلال ته ددرناوي په سترگه وکتل شي ، سره له دې چي پدي هر څوک پوهيږي چي زموږ دتوره بخته اوس بهرنيان په ازاد لاس او بيله پوښتني څه چي يي زړه غواړي سرته رسولاي شي .ولي فکر کيږي چي داشان بربنډ تيري او خپل سري به دافغان ولس دصبر کاسه ډکه کړي او له دغه حالت نه به يو ځل بيا ددموکراسۍ او سولي دښمنان گټه پورته کړي او دهيواد دانيم بنده سوله ايز حالت به له ستونزو سره مخامخ کړي .
د افغانستان حکومت دنده لري دهغو وعدو سره سم چي دنړۍ والو سره يي د نشي توکو دله منځه وړلو په هکله کړي دکوکنارو دکښت ، توليد او تجارت پر خلاف په کلکه مبارزه وکړي ،بل هيواد هيڅ حق نلري دافغانستان د حاکيميت دغوښتني پرته زموږ پر کروندو دکوکنارودکښت دله منځه وړلو پر ضد دهوا له لاري درمل وپاشي .
کله چي دننگرهار دولايت په ځينو سيمو کي امريکا دکوکنارو د کښت پر ضد بيله د افغانستان ددولت له اجازي نه پر کروندو دوا وشيندل شوي وه لمړۍ يي انکار کاوه خو وروسته يي ومنل ا وعده يي وکړه چي بيا به دا شان عمل نه تکراريږي ،اما نه پوهيږو چي دامريکايي چارواکو څخه ولي خپله وعده هيره شوه ؟ او دادۍ يو ځل بيا يي دهلمند ولايت په مربوطاتو کي د کوکنارو پر کروندو د کوکنارو پر ضد دالوتکو په مرسته دوا شيندلي چي پايله يي په ننگرهار او هلمند کي دماشومانو ، پټکي او نفس تنگي نا روغۍ دي . ددغو ناروغيو دپيدا کيدو او هوا دککړتيا مسؤليت څوک په غاړه اخلي؟ امريکايي چارواکي بايد دافغانستان اوسني دولت او خپلواکۍ ته ددرنښت په سترگه وگوري ،دامريکا مرستي دافغان ولس سره بايد له ددغه غمجن او زړه بوگنوونکي حالت نه دافغان ولس دخلاصون په منظور وي نه داچي هر څه يي زړه غواړي پر خپل سر سرته ورسوي ..
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولنه په کلکه غوښتنه کوي :
۱/ هيڅ بهرنۍ دولت دافغان ولس ددغه بيوزله حالت نه دخپلو سياسي او اقتصادي غرضونو او گټو دپورته کولو په خاطر ځان ته دا حق ورنکړي چي دافغانستان پر هوايي حريم پر خپل سر تجاوز او تيرۍ وکړي .
۲/ دافغانستان اوسنۍ حاکيميت د هيواد داوسيدونکو په خوښه ټاکل شوي دهيواد سياسي ،اقتصادي او فرهنگي سرنويشت يي دهمدغي اداري پلاس ورکړي ځکه نو دغه دولت ته دبهرنيانو لخوا احترام نه کول دافغان ولس سپکاوۍ بريښي .
څرنگه چي دافغانستان پر هوايي حريم کنترول دامريکا پلاس کي دۍ دامريکا هيواد دنده لري زموږ دهيواد له هوايي حريم نه دفاع وکړي ، بيله دافغانستان ددولتي چاروکو له اجازي او خبر تيا نه پر خپل سر دامريکايي الوتکو راتگ هم پدي کي شامل دۍ .
۳/ په کوکنارود کرل شو کروندو اړونه دافغانستان ددولت مسؤليت او دنده ده هيڅ يو بهرنۍ هيواد حق نلري دهوا له لاري دزهر جنو دواگانو په پاشلو چي پايله يي د ډول ډول ناروغيو او چاپيريال ککړتيا ده لاس پوري کړي . هغوي دنده لري د هيروينو دقاچاقبرانو په مقابل کي د خپلو هيوادو پول ټينگي وتړي او په خپلو هيوادو کي د هغو کيميايي موادو توليد په ټپه ودروي کوي چي دهغوي په مرسته هيروین جوړيږي .
۴/ دافغاني چارواکو نه غوښتنه کيږي امريکايي او نور بهرني چارواکي دډيپلوماتيکو کانالو له لاري ددغه شان کړنو بدو عواقبو ته متوجه کړي ،او له هغوي نه په کلکه غوښتنه وکړي بيله دافغانستان دحکومت له خبرتيا او اجازي نه په هر نامه او شکل چي وي دهر ډول کړني نه ډډه وکړي .
۵/ هر هغه هيواد چي په ننگرهار ،هلمند او بله هر منطقه کي يي دکوکنارو دکښت پر ضد دزهرجنو درملو شيندل سرته رسولي ددغو درملو څخه دراپيدا شو ناروغيو او هوا دککړتيا تاوان افغانستان د ته ورکړي او ډير عاجل په دغو منطقو کي ددوي په مالي لگښت دا ناروغانو ددرملني لپاره گړندي کارونه سرته ورسيږي .
دټولو نړۍ والو نورمو نو پر اساس دا دددغو منطقو د اوسيدونکو مسلم حق دۍ که څوک دوجدان په اساس ددغه حق پلوۍ وي بايد دا تاوان ورکړه شي .
هيله مو داده نړۍ وال دټول زور او طاقت سره سره زموږ ولس اوگراني خاوري ازادۍ ته ددرناوي په ستر گه وگوري .
",د دوستۍ فرهنګي ټولني اعتراض ليک
1975,اتل _ هالنډ,"
دهالنډ څخه د ( اتل ) رالېږنه
په خوښۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هيواد د پښتو ادب په بڼ کي يو بل ګل هم وټوکېد .
له ښکلي لغمان نه مو د ( الينګار ) په نامه يوه درې مياشتنۍ تر لاسه کړه .
الينګار د لغمان ولايت په زړه کي د هغې ښکلي درې نوم دی چي په خپله غېږه کي يې د پښتو ادب په لسګونو خدمتګاران روزلي او ټولني ته يې ډالۍ کړي دي .
په دغه ښکلي دره کي د هيواد پياوړو اديبانو او شاعرانو لکه ارواښاد اسحق ننګيال ، شهسوار سنګروال ، محمد اسمعيل يون ، عزيز تحريک ، صديق کاؤ ن ، محمد علم حيران عبدالرحمن الينګاري او داسي نور
په نوموړې دره کي به داسي څؤک کم ووينئ چي د هنر سره اړيکه ونه لري ، او يا يې يو وار ځان په شعر ويلو نه وي ازمويلی . د نورو شاعرانو شعرونه او لنډۍ خو په دې سيمه کي د هر چا ښې پريمانه له ياده زده دي .
د حيرانتيا خبره خو دلته وه چي په داسي سيمه کي چي هر وګړی يې د هنر مينه وال او هنرمند دی ، ولي تر اوسه يوه سيمه ايزه خپرونه _ نه لري ؟
زما په آند خو ددې سيمي د فرهنګيانو د پراخ نظر څرګندويې کوي چي هيوادپالنه تر سيمه پالني لوړه ګڼي ، او وګړې يې ځانونه خپلي سيمي پوري نه محدودوي ، خپله پوهه او ځواک د هيواد په کچه په کار اچوي ، نه د سيمي .
له نېکه مرغه د هغې اړتيا له مخي چي په دې سيمه کي د تنکيو استعدادونو د غوړېدلو له پاره ليدل کېده ، د سيمي ځوانو فرهنګيانو وپتېيله چي د ( الينګار ) په نوم يوه ښکلې مجله له چاپه راوباسي او همداسي يې هم وکړه .
د نوموړي خپروني د امتياز خاوند ښاغلی محمد سعيد الکوزی او مشر يې محمد حنيف الکوزی د خپروني مسول مدير يې ښاغلی محمد نادر مخور او مرستيال يې ښاغلی ډاکټر شفيع الله باران دی .
موږ يې قدم د پښتوادب په بڼ کي پر نېکو نيسو ، خپروونکو او لوستونکو ته يې د پاک خدای له درباره د پوره حوصلې او برياوو غوښتونکي يو .
( الينګار ) په اروپا کي د هغې له استازو څخه په لاندي پتو لاسته راوړلای شئ .
Hanif Alekozaiانګلستان
Add: A Richmond parade Brighton
England, UK
E mail: haneefalkozai@hotmail.com
Tel: ( 0044) 7789813276
Holland: Agha saidهالنډ
Add: Amsterdamsestraatweg 338
3551 CV Utrecht
e Mail: enqalab@hotmail.com
Tel: (0031 ) 0645592753
",د لغمان ولايت ( الينګار ) درې مياشتنۍ خپرونه
1976,,"
",
1977,سورغر توخى,"
په سعودي عربستان کې دکورنيو چاورووزارت پرون اعلان وکړ چي دغو دو تنو پاکستانيانويوه زياته اندازه هيروئين په خپلو کولموکې دقاچاق په ډول سعودي عربستان ته ليږدولي وه .
ددغو دوتنو دمحکمي تر بشپړ کيدوورسته دجدي په ښار کې يې سورنه غوڅ کړل شول .
ديادونې وړده چي دميلادي کال دپيل څخه بيا تر دې دمه دنشه يي توکود قاچاق په جرم په سعودي عربستان کې د١٢ تنو سرونه غوځ کړل شوي دي .
په سعودي عربستان کې پر پت او عزت باندي دتيري ،وسلواله غلا او دنشه يي توکودقاچاق و مرتکيبينوسرونه په عام محضر کې غو څيږي .
په سيمه کي ځايي خبريال : سليم خان سليم
",ددوتنو پاکستانيو سرونه غوڅ کړل شول
1978,سورغر توخى,"
دزابل ولايت دي سيمه يزي راډيو پرون په خپرونو پيل وکړ چي ددې سيمه يزي راډيو دستګا دايتلافي پوڅونوپه مرسته په دې ورسيتو کې ددغه ولايت داطلاعاتو اوکلتوررياست ته ورکړل شوې وه چي داطلاعاتو او کلتوررياست دکارکوونکوله خوا پر ون منتاژ او ودرول شوه .
داراډيو په ٧٨٠٥ ميګا هرتزپه څپو سر فعاليت پيل کړ ى دى او خپرونې يې تر ٢٥ کليوميترۍ پورې واټن تر اغيز لاندي نيسي ، او په ورځ کې به ددې راډيو نشرات تر څلوروساعتوپورې دوام مومي .""
ديادونې وړ ده چي په زابل کې له ٢٦ کلن ځنډوروسته دا راډيو په خپرونو پيل کوي
او ٢٦ کاله وړاند يه نوموړي ولايت کي يوې سيمه يزې راډيو خپرونې کولي چي څپي دګاونډي هيواد پاکستان تر کوټي او لورلايي (بوري ) پورې رسيدې چي وروسته ددونيمو لسيزو دجګړوپه اخ وډب کي له فعاليته ولويده ", داد زابل راډيو ده
1979,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٠
کابل : د اطلاعاتو و کلتور وزير سيد مخدوم رهين د باختر اژانس لپاره د نوي مشر اعلان وکړ .
سيد شفيع راحل به اوس د دغۀ دولتي خبر ورکوونکي اژانس مشري کوي .
تر دۀ وړاندې د پخوانيو مجاهدينو يو غړی توحيدي پر همدې ګدۍ ناست و .
",د باختر اژانس نوی مشر وټاکل شو
1980,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٠
کابل : له لوګر څخه رارسيدلي خبرونه ښيي جې سختې يخنۍ او ورسره تړليو ناروغيو په دغۀ ولايت کې ٤٠ ماشومان وژلي دي .
د افغانستان د کورنيو چارو د وازرت وياند لطف الله مشعل نن ( سه شنبه ) په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه ماشومان د تور ټوخي او دې ته ورته نورو هغو ناروغيو له امله وژل شوي چې له سختې يخنۍ پيدا کيږي .
تر دې وړاندې د غور ، دای کنډي او ارزګان په ولايتونو کې هم د سختې يخنۍ له امله د ماشومانو د مړينې خبر ورکړل شوی و . ",يخنۍ په لوګر کې ماشومان وژلي
1981,,"
",
1982,محمد يوسف هيوادوست,"
محمد يوسف هيوادوست او فيضيه هوسا د(خپلواکۍ ) له ادارې څخه :
د (( دعوت )) د منلې خپرونې د شپاړلسم کال بختور جشن دې مبارک شي",(( دعوت)) د جلا وطنه افغاني ژورنالیزم ځلانده ستوری
1983,فضل الرحمن کټوازی _ کوريا,"
فضل الرحمن (کـټوازی) سهيلي کوريا
ګرانو هيوادوالو محترمو ژبپوهانو او ټولودرنوپه وطن مينو فرهنګيانو ته خپل تاوده سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم.
الله دی وکړي چه ستاسي هغه هڅي او کړاونه چه دپښتو ژبي دپراختيا او ودې لپاره يې کوئ ثمر ومومي . ويل شوي دي چي ( دفطرت دښمني کول خپل ځان له مينځه وړل دي) هرچاچي دافغانستان دفطرتي ټولني سره لوبي کړي، او هرچاچي داژبه صرف دخپلو سياسي لاس ته راوړنو لپاره استعمالوله په خپله يې ليک او لوست خو پرېږده خبري هم نشوای کولای .ځانونو ته به يی دپښتنو ميندواوپلرونو اولادونه ويل خو اړيکی به يې دخارجي کورنيو سره وی ، داسی روغ ليوني يا خو دهمېش لپاره له منځه ولاړل او يا اوس صرف په نامه ياديږی .
خلک وايي فلاني دپښتنو لپاره خدمت کړی و چي پښتويې ملي او رسمي ژبه کړه زه وايم داهرڅه ناسم دي هيچاهم دپښتو لپاره په راستي خدمت نه دی کړی.
ولي دقاطع امر له لاري داژبه رسمي نه شوه ؟ څنګه چه ما مخکی هم ووويل دابې معنی هڅي صرف دسياسي لاس ته راوړنو لپاره کيدې .
چه په ادارو کي رسمی نه وي نو ملي يعني څه ؟
په لويه جرګه کي ځينو ښاغلو وروڼو دملي کولو لپاره نارې وهلې خو زما په نظر دملي کېدو څخه يې هم عملي رسميت ډيرمهم دی.
زه د ولسمشر حامد کرزي څخه يو واري بيا ددې ليکني له لاري جدي غوښتنه کوم چه پښتو دي په عمل کي دافغانستان رسمي او دفتري ژبه کړي او ټولو وزارتونو ته دي فرمان صادرکړي چي په اداري چارو کي بايد د دواړو ژبو سره انصاف ووشي ، او انډول دي يې وساتل شي .
دنوي کهول په استازيتوب زما داغوښتنه په دې معنی نه ده چي زه دي خداي مه کړه ددري ژبي سره مخالفت کوم ،هغه هم زما خپله ژبه ده ليکن د دا دريو لسيزو جګړو افغانان بيلا بيلو هيوادونو ته مهاجر کړل څوک ايران څوک پاکستان او څوک غربی نړۍ ته ، زموږ په دې مهاجرينوهيوادوالو کي داسي ځوانان هم شته چي هغوی دوکتورې ترلاسه کړي دي ليکن په ايران کي لوی شوي چي په پښتو ليک لوست کي ستونزي لري ، او څوک چي په پاکستان کي لوی شوي هغه بيا په دري نه پوهيږي، يو کال مخکي ما ديوه سياست پوه افغان ځوان سره وکتل هغه راته وويل چي زما په دې هيواد کي ځای نشته ماورته وويل ولي ته خو دوکتوره لرې ؟ تاته افغانستان ضرورت لري هغه راته وويل چه زه کله دمامورپه حيث په ډيرمشکل سره ديوه وزارت مامور شوم ،نو ډيرخوشحاله وم چه اوس به زه خپل ګران ټاټوبي ته دمصدر خدمت ګرزم.
په اوله ورځ چه وزارت ته ولاړم نو مديرصاحب راته وويل چه راشه ځوانه اول خو داراته ووايه چه دوکتوره دي په څه کي راوړې ده ؟ ماورته وويل چه په سياست کي هغه راته وويل چه وارده او صادره دي زده ده ماورته وويل چه نه ، خو زده به يي کړم.
مديرصاحب راته وويل چه ما په شلو کلونو کی زده نه کړه ته به يي دومره ژرڅنګه زده کوې.
بيايې راته وويل چه مکتوب ليکلاي شې ما ورته وويل چه بلې په پشتو کي مکتوب ليکلای شم هغه راته وويل چه په پښتو کي نه ، زه ددفتري ژبي په هکله ځواب غواړم يعنی دري ماورته وويل چه په دري پوهيږم ويلای يې هم شم ليکن مکتوب نه شم پرې ليکلای هغه راته وويل چه دوزارت نه دراتلو نه مخکي بايد تا دري زده کړې وای.
که داسي قسم حالات وي او حکمراني صرف دهغو مامورينو وي چي يوازي دمکتوب دليکلو او وارده او صادره زمری و ، نو ګمان مي نه راځي چي دولت دي دافغانستان نوي نسل ته کوم خدمت وکړي او يا به نوي نسل وطن ته راشی.
زه ديوه بااحساسه افغان په حيث داوايم چه دځوانانواو دنوي نسل لپاره دوزارت دجوړيدو څخه هم ښه داده چه دوی ته دکار موقع ددوی په مورنۍ ژبه ورکړه شي ، او داسي يو کميسيون جوړکړای شي چي ددواړو ژبو سره دانصاف په موخه په ټولو دولتي ادارو کي يې درسميت نظارت وکړي.
دې لویي او مهمي مسٌلې ته که دولت په ځيرکتيا غور ونه کړي اوسر داوسه يې دمخنيوي لاري چاري پيدانه کړي، خدای مه کړه دا سيمه به په راتلونکي کښي زمونږ ګاونډي هيوادونه دخپلو شومو مقاصدو لپاره استعمال کړي ، ولي چي دوی به دهيوادونو د کلتوري ديپلوماسۍ Cultural Diplomacy تر عنوان لاندي خپلي پاليسۍ جوړي کړي اوجوړوي يې، ترڅو ددي نزدېکت له لاري خپل سياست او ملي ګټی خوندي کړی.
زه دپښتو ټولني دټولودرنو پوهانو اوبااحساسه وروڼو څخه هيله کوم چي دخدای لپاره دپښتو ژبي څخه اوښ مه جوړوی لکه په پخوا وختو کي به دنوي ترمينالوژۍ په وجه خپل او پردي شيانو ته خپل دځانه جوړشوی لفظونو اختراوي کيدې دمثال په توگه دراډيو په (ږغ دبلي) يو شی چه مونږ جوړکړی نه وی نو زما په اند دا به انصاف نه وي چه دهغه شي نوم دي مونږ بدل کړو که اسانه يي کړي ترڅو هريو کس وکولاي شی پری خبری وکړی، نو دابه يو لوي خدمت وی.
په آخر کي يو واربيا ددولت څخه غواړم چي پر اوسني او راتلونکي نسل دي مهربانه شي ، پښتو او دري دواړو ژبو ته دي دعملي انصاف په تله کي برابر ځايونه ورکړي.
ترڅو په راتلونکي کي بيا هغو متعصبو مکروبونو ته په ټولنه کي ځای پيدانه شي .
او په خپلو ناکامه پاليسيو کي دتل لپاره شرميدلي او مخ تورن پاتي شي.
",“دعملي انصاف په تله کي برابر ځايونه”
1984,نوې هيله ( سويډن ),"
گران او پيا وړي ژورنالست بزگر صاحب تاسو او ستاسو دقلمي ملاتړو او لوستونکو دفرهنگي چوپړ شپاړسمه کليزه دي مبارکه وي .
شپاړس کاله پخوا دوطن اوافغاني سپيڅلي ټاټوبي نه ليري دمهاجرت او جلا وطنۍ په ستونزمنو شرايطو او حالاتو کي له افغانستان او افغانانو نه ليري ددنيا په يوه گوټ کښي ،هغه ځای کي چي دافغانستان د اوومي ټولگۍ دجغرافي په کتاب کي يې دماشومانو لپاره ليکلي وه چي هلته شپږ مياشتي شپه او شپږ مياشتي ورځ ده، نه تنها دافغان ولس دژوند بلکي د افغانانو د زړه بوږنوونکي او له غم او غوسي نه ډک حالت،کړاونو، خواريو ،تربگنيو، تورتمنو ،کور ورانونو، ورور وژنو، او همدا شان دددغو کړنو او رويشونو پر خلاف د رسوا کونې او سمي لاري ته دراوستنې په خاطر د افغان ولس په فرهنگي ژوند کي دنړۍ پدي ليري پراته هيوادکي داسي يو فرهنگي هميشنۍ روښانه ستورۍ وځليد چي د افغان غيرتمند ولس دوستان او دښمنان يي ددغه غورځنگونو او تاريخي تکلونو وياړلي ټاټوبي د ورځني ژوند سياسي ، اجتماعي او اقتصادي حالاتو ته ځير کړه .
دعوت هغه خپرونه ده چي تل يې د افغانستان د سياسي ،اجتماعي او فرهنگي ژوند او حالت په هکله د خپلو مينه والوعلمي او معلوماتي وطني تنده ماته کړې ده ، او پدې هکله يې په انگليسي او نارويژي ژبو نړۍ والو ته هر اړخيز معلومات خپاره کړي دي .
دعوت نه تنها وکولاي شوه له هيواد نه ليري پرتو افغان مهاجرو ته بلکي د افغانستان په دننه کي دافغانانو په زړونو کي وتلې او دروند فرهنگي ځاي پيدا کړي .
ښاغلي بزگر صاحب ديو بې پرې افغان فرهنگيال او ژورناليست په توگه دا وياړ لري چي له هيواد نه بهر او په هيواد کي دننه د ناخوښه حالاتو او ستونزو سره سره وتوانېدی چي دا فرهنگي چو پړ د افغان ولس د پرځای او روا حقونو ددفاع په خاطر پر مخ بوزي او په بهر کي افغان ولس د گران او سپيڅلي هيواد د اوښتونواو حالاتو په هکله يې خبر کړي .
موږ ښاغلي بزگر صاحب ته په مبارکۍ ويلو سره دهيواد ټول پياوړي ليکوال هڅوو چي پدغو برخه ليک ټاکونکو او حساسو شيبوکي چوپه خوله پاته نشي ليکني وکړي ،حقيقتونه وسپڼي او افغان ولس ديو روښانه راتلونکي جوړيدو په لور وهڅوي .
په سويډن کي دنوي هيلې داداري ټول کار کونکي او قلمي همکار د دعوت دوتلې خپروني د مشر اوکار کونکو سره ځان پدغه فرهنگي ښکلي جشن کي شريک بولي .
په فرهنگي او وطني چوپړ کي ستاسو دلازياتو بر ياليتوبونو په هيله .
حبيب اله غمخور
په سويډن کي دنوې هيلي د مجلي مسؤل مدير
",په سويډن کي دنوې هيلي د مجلې د ادارې دمبارکۍ پيغام
1985,ګوربتوال احمدي,"
ليكونكى: ګوربتوال احمدي
له پښتو ژبې سره د لنډمهالې او منځمهالې ادارې د چارواكو چلند
سره لدې چې پښتو ژبه په مسلسل ډول د افغانستان كال د اساسي قانون پر بنسټ د هيواد ملي او لومړۍ درجه رسمي ژبه ګڼل شوې خو دفتري امورو ته د ننه كولو لپاره يې د دې هيواد پخوانيو حكومتي چارواكو هم د پام وړ چارې او عملي ګامونه سر ته نه دي رسولي بلكي يوازې په لږه پيمانه پرمختګ يې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه او ارواښاد شهيد محمد داود خان د حكمرانۍ په دورو كې په نصيب شوى دى . خو لكه څنګه چې مناسبه وه په زړه پورې كار بيا هم د پښتو د ژبې د ودې، پرمختګ او په رسمي دفترونو كې د دود كولو لپاره سر ته نه دى رسيدلى بلكي په حكومتي ادارو كې دري ژبې ته لومړى مقام وركړ شوى دى. په همدې توګه سره لدې چې موږ د منځنۍ سطحې د پښتنو چارواكو، شاعرانو او اديبانو هغو زيارونو ته د قدر په سترګه ګورو چې په دې لاره كې يې سر ته رسولي دي خو په عمومي توګه پښتانه چارواكي يوازي په دې بريالي شوي چې په ملي سطحه د ځنې اړوندو حكومتي ادارو سرلوحې، او د كابل د ښار د واټونو نومونه او داسې نور لومړني كارونه په پښتو ژبه سر ته ورسوي خو په حكومتي ادارو او دفترونو كې دري ژبه چليدلې ده.
د هيواد د سترې غميزې په لړ كې د نورو ورانيو تر څنګ په حكومتي چارو كې د پښتو ژبې ودې او پراختيا ته بيا هم نه جبران كيدونكي زيانونه رسيدلي چې د هغو ټولو يادونه ځانګړې ليكنې ته اړتيا لري چې په دې لړ كې د روسانو او د هغوى د لاسپوڅو او ورپسې د تعصب په اور ككړو جنګي ډلو د پښتو ژبې او پښتون قام په مقابل كې تر سره كړي دي.
په هيواد كې د لنډ مهالې يا موقتې ادارې د كار د پيل څخه د مخه هغه وخت له پښتو ژبې سره د تعصب په اور د جنګي ډلو د استازو له خوا ښكاره ضديت او كركه څرګنده شوه چې د بن د غونډې په ترځ كې ارواښاد حاجي عبدالقدير له مجلس څخه ووت او په دې توګه يې له پښتو ژبې سره د بيلتون پالو د ضديت په مقابل كې د اعتراض غبرګون ښكاره كړ.
د لنډ مهالې او منځمهالې ادارې په ټوله دوره كې له پښتو ژبې سره داسې چلند شوى چې حتى د يوې بهرنۍ ژبې په څير هم نه دي ورته كتل شوي. دا خبره ټولو ته څرګنده ده چې د ۱۳۵۷ كال د غوايي د كودتا څخه وروسته په هيواد كې د كمونستي ادارې څخه د ننه او بهر زياتو متعصبو عناصرو او اړخونو ته د فعاليت زمينه برابره شوي چې د غميزې په ټول دور كې يې د هيواد ملي او ټولنيز بنسټونه يو پر بل پسې نړولي چې د دې ناولې پديدې ډيره بده كركجنه څيره د نجيب د حكومت له نسكوريد سره سم د هيواد په پلازمينه كابل كې د عمل په ډګر كې پلې شوه داسې فاجعې يې منځته راوړې چې حتى تاريخ يې هم د تورو اعمالو په يادولو سره د شرم احساس كوي. نوموړې توره څپه بيا د طالبانو له ماتې سره جوخت يو ځل بيا په هماغه پخواني ډول تكرار او لړۍ يې سره لدې چې هيواد مو د يوه انتخابي حكومت خاوند دى تر نن پورې دوام لري.
په داسې حال كې چې پښتانه د افغانستان د خلكو نژدې ۷۰% وګړي تشكيلوي چې نوموړې شميره د روان كال په ټولټاكنو كې ښه جوته شوه دا چې كه ټولو پښتنو په ټولټاكنو كې ګډون كړى واى نو په هغه صورت كې به د پښتنو اصلي شميره ډيره ښه جوته شوې واى. په ياده شوې دوره كې له پښتو ژبې سره د ضديت په لړ كې لاندې كارونه تر سره شوي او تر سره كيږي:
لومړى : د دولت د رياست ۹۹% فرمانونه، حكمونه، ليكونه او اعلاميې په دري ژبه صادرې شوې دي.
دوهم : د دولت د رياست په اړوندو دفترونو كې ټول مهم اسناد، پريكړې، مسودې، اجنداوې تحليلونه عادي مكتوبونه، فورمې، دفتري كتابونه او نور اړوند دفتري كارونه په دري ژبه سر ته رسيدلي دي.
دريم : د دولت د رياست، وزارتونو، افغاني سفارتونو، خپلواكو رياستونو، ولايتونو او نورو اړوندو حكومتي اداراتو ۹۰% مامورين او كاركوونكي غير پښتانه ټاكل شوي سره لدې چې د ځنې ځنې اداراتو په راس كې به پښتون مشر وو خو د ګوتې په شمار پرته د هماغه ادارې نور ټول پرسونل غير پښتانه دي چې د پام وړ وړتيا او تحصيلاتو څخه بې برخې او زياتره برخه يې هغه خلك دي چې د افغانستان د سترې غميزې په لړ كې د جنايت تور داغ په خپل تندي لري. له بلې خوا همدغه عناصر دي چې اوس هم د افغانستان د يووالي بنسټونه نړوي او په دې لاره كې د زهرجنو تبليغاتو زمينه ورته برابره ده.
څلورم : د ولس مشر د ويناوو، مركو ليكونو او مطبوعاتي اعلاميو خپريدل ۹۵% په دري ژبه سر ته رسيدلي دي.
پنځم : د افغانستان د راديو او تلويزيون ۹۰% خپرونې، د پروګرامونو نومونه، تحليلونه او داسې نورې خپرونې په دري ژبه سر ته رسيدلې او رسيږي چې په دې لړ كې پښتو ژبې ته يوازې نمايشي او نمونيي شكل وركړ شوى دى.
شپږم : له استثنا څخه پرته د ټولو وزارتونو، رياستونو،افغاني سفارتونو، ولايتونو او نورو اړوندو اداراتو مكاتبه په دري ژبه سر ته رسيدلې او نوموړې لړۍ اوس هم دوام لري.
اووم : د لويو لويو حكومتي مجلسونو زياتره ويناوې، سرليكونه، لوحې، پريكړه ليكونه په دري ژبه سر ته رسيدلې او رسيږي په دې ځاى كې بايد يادونه وكړو چې يوازې ولسمشر كرزى په ځنو مجلسونو كې دې ټكي ته پام كوي او د خپلو ويناوو يوه برخه په پښتو او بله په دري وړاندې كوي.
اتم : له بهرنيو هيوادونو سره مكاتبه ۹۹% په دري ژبه تر سره كيږي او په دې ځاى كې پښتو ته يوازې نمايشي شكل وركړل شوى دى.
نهم : د اطلاعاتو او كلتور وزير داسې څوك ټاكل شوى چې پښتو خو پريږده چې د افغانستان دري ژبه هم كوم اهميت نه ورته لري بلكي غواړي په دې هيواد كې د ايران ترمينالوجي پلې كړي او د نوموړي لومړى كار دا وو چې د هيواد له اساسي قانون سره په سرغړونه يې د اطلاعاتو او كلتور د وزارت نوم په اطلاعات او فرهنګ بدل كړ. په همدې توګه نوموړي وزير په ډير بيهوده توګه د پښتو ژبې او پښتون قام د هغو بنسټونو په ورانولو پسې مټې رانغښتې دي چې ددې هيواد يو نه بيليدونكى جز ګڼل كيږي.
لسم : د ښوونې او روزنې په ډګر كې هم دغه څپه په خپل شدت سره روانه ده او د كابل د ښار په تقريبا څلور ميلوني نفوس كې چې زياتره برخه يې پښتانه دي يوازې تش په نوم دوې نيمه فعالې ليسې شته دي چې تدريس يې په پښتو دى نور نو ټوله زده كړه په دري ژبه ترسره كيږي او د پښتنو اولادونه مجبوريږي چې له خپلې ژبې او كلتور څخه بې خبره په خپل كور كې د ناولي استعمار په سيوره كې شپې او ورځې تيرې كړي.
يوولسم : په كابل كې بيلتون پالو ته د تبلغاتو ډګر د اطلاعاتو او كلتور د متعصب ايرانپال وزير په اجازه داسې تود دى چې په سلګونو مجلې، اخبارونه او جريدې يې را ويستلې چې له استثنا پرته يې ژبه سل په سلو كې دري يا پارسي ده كه څه هم چې د محتوى له مخې زياتره دغه خپرونې بې مانا دي خو داسې زهر خوروي ( پاشي ) چې له افغان ولس سره د بيلتون پالو د كينې د ډكو زړونو ويندويي كوي.
په همدې توګه يو شمير آزادې راديويي او تلويزيوني خپرونو هم په كار پيل كړى دى چې زياتره خپرونې يې په دري او د پرديو د كلتور د خورولو په چوپړ كې دي او په خپرونو كې يې پښتو ته يوازې د نمونې په شكل ځاى وركړ شوى دى.
دولسم : كه چيرې په كوم ځاى كې داسې پيښه شي چې كومه لوحه، سرليك يا د كوم مجلس عنوان په پښتو ليكل شوى وي نو په څنګ كې يې بيا هرو مرو هماغه ليكنه په دري هم شوې وي چې د لوړو او مسلكي زده كړو د وزارت د دروازې د سر لوحه يې غوره بيلګه ګڼلى شو. په دې توګه د لنډمهالې او منځمهالې ادارې په دور كې له استثنا پرته د هغو ټولو وزارتونو، رياستونو او اړوندو ادارو نومونه په دري اړول شوي چې پخوا پښتو وو.
ديارلسم : د كابل په پوهنتون كې چې زياتره محصلين او ښوونكي يې پښتانه دي تدريس سل په سلو كې په دري ژبه تر سره كيږي.
څوارلسم : په رسمي او غير رسمي مجلسونو او د راديو تلويزيون په ګډو پروګرامونو كې كوښښ كيږي چې دري ژبه او ويونكي يې د يوه فاتح او غالب وګړي په توګه وښيي او په پروګرام كې ګډ پښتانه داسې ورپورې ښكاري لكه يتيمان په دې مانا چې په ګډو خپرونو كې هم ډير لږ ځاى پښتو خبرو او ليكنو ته وركول كيږي.
پنځلسم : په لسهاوو ځله په رسمي او غير رسمي غونډو كې چې د ايران او تاجكستان له هيوادونو سره سر ته رسيدلې نو دا جمله زياته تكراريږي چې ګواكي ( كشورهاي هم كيش و همزبان) په داسې حال كې چې د ايران او تاجكستان هيوادونه نه زموږ كيش دي او نه يې ژبه له موږ سره يوه ده.
په دې توګه نور هم ډيرې داسې نمونې شته دي چې د لنډمهالې او منځمهالې ادارې د حاكميت په دور كې د پښتو ژبې سره د ناوړه چلند ويندويي كوي چې پورته څو نمونې يې د بيلګې په توګه يادې شوې.
كه په دې هكله پښتانه چارواكي له همداسې غفلت او بې پروايۍ څخه كار اخلي نو د دې امكان شته چې په راتلونكي كې هم موږ د خپلې خوږې پښتو له زياتې خوارۍ سره مخ شو او خپل درد يوازې د څو ټكو په بيانولو سره څرګند كړو.
د بصيرت خاوندان دي دې موضوع ته پاملرنه وکړي !
",د افغانستان د دوو ملي رسمي ژبو تر منځ انډول
1986,,"
تېر ماښام په کابل کي د امريکادمتحده ايالاتو سفارت دا خبره ردکړه چي د امريکا په مشرۍ د ټلوالي دځواکونو الوتکو د هلمند په ولايت کي د کوکنارو په کروندو زهرجن کيمياوي مواد شيندلي او ويي ويل چي هيڅ داسي نښي نښاني نشته چي وښيي امريکايي ځواکونو دي دا کار کړي وي.
تر دي وړاندي د ولسمشر حامد کرزي وياند، جاويد لودين، په يوه خبري غونډه کي وويل چي دولت يو پلاوي هلمند ته ليږلي تر څو دهغو شکايتونو پلټنه وکړي چي په هغه ولايت کي د کوکنارو په کروندو باندي زهري کيمياوي مواد شيندل شوي.
د سيمي اوسيدونکو او سيمه ئيزو چارواکو په وينا د تيري جومي په شپه د نوزاد په ولسوالۍ کي په کښتونوله هوا نه د زهرجنو توکو شيندل په ماشومانو کي د پوټکي ناروغي، د څارويو د مړيني او په هوا کي د بد بوي را منځته کيدو سبب ګرزيدلي وو. لومړي دا غږ د سيمي بزګرانو پورته کړ چي ورپسي د هلمند والي شير محمد اخوندزاده او بيا په کابل کي د کورنيو چارو د نشه ئي توکو دچارو مرستيال، جنرال محمد داود د اومنله چي لږ ترلږه په څلورو کليو کي د جومي په شپه دواپاشي ترسره شوي.
خو جاويد لودين وويل چي د افغانستان هوايي حريم په بشپړه توګه خپله د حکومت په کنترول کي دي او ايتلافي ځواکونو الوتکي هم دهيواد دننه امنيت اود پولو په ساتنه کي مرسته کوي او بل هيڅ دريم هيواد نشي کولاي بي اجازي داسي کارونه ترسره کړي. خو دۀ ټينګار وکړ چي د ولسمشر دفتر د زهري موادو په شيندلو خبر ندي او ليږل شوي پلاوي به دا خبره وپلټي.
هغه وويل حکومت اوس هم په هغه پخواني دريځ ټينګ ولاړ دي چي په کلکه له هوا نه د زهرجنو توکو پاشل د رسمي دريځ خلاف دي او هيڅکله به چاته اجازه ورنکړي چي د افغانانو روغتيا ته څوک زيان ورسوي او يا دکوکنارو کروندي له دي لاري وراني کړي.
څو مياشتي وړاندي هم د ننګرهار په ولايت کي په کروندو زهري مواد له هوا څخه پاشلي شوي وو چي ځيني ناروغي يي رامنځته کړي وي او خپله د کابل حکومت هم د دوا پاشل تائيد کړي وو خود امريکا او برتانيا سفارت په هغه دواپاشي کي هم دلاس له لرلو نه انکار کړي وو.
دامريکا متحده ايالاتو سږ کال د افغانستان د نشه ئي توکو د له منځه وړلو لپاره ٧٨٠ ميليونه ډالره بيل کړي دي چي يوه زياته برخه يي دهوا له لاري د کيمياوي موادو په شيندلو د کوکنارو د کروندو له منځه وړلو لپاره دي او برتانيه دنشه ئي توکو په ضد منډي ترړي په مخ بيايي. دواړو هيوادونو ټينګ هوډ کړي دي چي سږ کال افغانستان له نشه ئي توکو څخه خلاص کړي که له هري لاري وي. هم د امريکا متحده ايالات او هم برتانيه غواړي ژر ترژره له دي سرخوږي نه ځان خلا ص کړي او کوټلي عملي ګامونه واخلي.
څو مياشتي مخکي، د لړم په مياشت کي، د افغانستان دولت يو ځانګړي پلاوي ټاکلي وو ترڅو په ننګرهار کي په کروندو د زهرجنو موادو د شيندلو مسئولين وپيژني او د امريکا سفارت هم ژمنه کړي وه چي پلټني به ترسره کوي تر څو وپوهيږي دا د چا الوتکي وي چي د ننګرهار کي يي دواپاشي کړي او دوي هيڅ پري خبر ندي. خو تر اوسه د هغه کميسون موندني مالومي ندي.
اوس ډيرو افغانانو ته دا پوښتنه پيدا کيږي چي د حکومت له دي ادعا سره سره چي هغه دافغانستان په فضايي حريم بشپړ کنترول لري او بي له امريکايي الوتکو بل څوک نشي کولاي بي اجازي د هيواد له هسک نه کار واخلي، نو دا څوک دي چي ددوي په کروندو زهرجن توکي شيندي؟ ",په هلمندکي په کروندو زهرجن توکي چاشيندلي؟
1987,,"
",
1988,,"
٢١ سلواغې ١٣٨٣
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د بلغارياد هيواد نه د جرمن ابروواکشن موسسې په مرسته ٤٠٠٠٠ د ګلانو بوټي راغوښتي .
نوموړي اداره واي چې دغه بوټي يې د عطرو د جوړولو دصنعت د رواجولو په موخه راغوښتي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د نيالګيو کښېنولو پروګرام هم پيل کړي او په نظر کې لري چې اته لکه او شپېته زره نيالګي په کروندګرو په وړيا توګه و وېشي. ",د عطرو د صنعت د رواجولو لپاره هڅې
1989,عبدالله احسان,"
دارواښاد علامه رشاد بابا ټولي قلمي نسخې کاپي کيږي
د ارواښاد علامه رشاد بابا د ناچاپو اثارو د ښه ساتني په نيت د ټولو قلمي نسخو څخه د کاپي اخستلو لپاره يوه پايه د پوټوکاپۍ ماشين ، يوه پايه جنراتور ، يوه پايه ( ټرانسفارمر ) او د اړتيا وړ قرطاسيه مواد د ارواښاد علامه رشاد بابا د کورنۍ د غړو په شخصي لګښت واخستل شوه .
پر نوموړي ماشين د روان کال د فبرورۍ د مياشتي پر دوهمه نېټۀ د ارواښاد علامه رشادبابا د ناچاپو اثارو او قلمي نسخو د کاپي کولو کار پيل شو .
ښاغلي ډاکټر طارق رشاد چي تر څو مياشتني سفر وروسته له افغانستان څخه هالنډ ته راستون شوی دی د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزي څانګي سره په خبرو کي په دې اړه وويل :
د قلمي نسخو د امانت ساتلو او ددې لپاره چي د استاد د اثارو پوره ساتنه شوې وي ، اړينه وه چي د ټولو قلمي نسخو څخه کاپي واخستل شي ، او په بېلابېلو ځايونو کي وساتل شي .
ښاغلي ډاکټر طارق رشاد وويل : يو شمير هغو مراجعو چي د علامه بابا د ناچاپو اثارو د چاپولو لپاره يې تياری ښودلی و ، اوس به نوموړو مراجعو ته د دوی د غوښتني سره سم د ټاکل شوي اثر يوه کاپي وسپارل شي .
د يوې بلي پوښتني په جواب کي چي ايا له دوی سره د کاپي کولو په دې کار کي کومه دولتي اداره يا موسسه مرسته کوي ښاغلي ډاکټر طارق رشاد وويل : ( نه ، د استاد د ناچاپو اثارو د خوندي ساتلو ، او کاپي کولو په دې کار کي له دوی سره کومي دولتي يا غير دولتي موسسې مرسته نه ده کړې) .
تر نن ( ١٠_ جنوري _ ٢٠٠٥ ز ) پوري پنځو ناچاپو اثارو د کاپي کيدو کار بشپړ شوی او د استاد په لاس د کښل شويو لسګونو زرو پاڼو د کاپي کولو کار روان دی .
_ ادبي نقد
_ د کندهار زيارتونه
_ سوري پښتانه
_ د کندهار تاريخ ( دوه ټوکه )
ښاغلی ډاکټر طارق رشاد وويل چي د راتلونکي مياشتي ( مارچ ) په اوږدو کي به يو ځل بيا افغانستان ته ځي ، چي د سفر موخه به يې د ارواښاد علامه رشاد بابا د ناچاپو اثارو د قلمي نسخو خوندي کول ، اويو شمير هغو مراجعو سره له نږدې کتل وي کومو چي د ارواښاد استاد بېلابېلو کتابونو د چاپ لپاره چمتووالی ښوولی دی .
د ارواښاداستاد علامه رشاد او دهغه د وياړلي ژوند په اړه د نورو مالوماتو لپاره دلته کښېکاږئ
",د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد ناچاپ اثار
1990,,"
په زابل کي دځايي اوسيدونکو دمړو شميره ٤٣ تنو ته ورسيده ديادو نې وړده چي په زابل کي دامهال دمړو شميره ٤٣ تنوته چي ٢٥ يې دشملزو په ولسوالۍ کې او ١١ يې دشينکۍ په ولسوالۍ کې او ٧ دسيوري په ولسوالى کي دتورټوخلي ،سينه بغل او کورونونړيدوله کبله وژل شوي دي چي په دي وژل شويو کي يي لويه شيمره د ماشومانو او ښځينو ده .""
په دې اړه دزابل چارواکو له نړېوال موسيسو او ايتلافي ځواکونو څخه دمرستي هيله کړې ده چي له دوى سره وهغو ولسواليو ته چي دواوري له کبله نه شي کولي دراپيداشوي ستونزو دله منځه وړلو لپاره ولاړ شي او يا هلته د خواراکي موادو او ياناروغانو ته درمل ورسوي مرسته ورسره کړي .: دوى داهيله له ملګروملتو او ايتلافي ځواکونو څخه کړې ده چې دچورلکو په واسطه نوموړو سيموته چي په لسګونو ناورغان يي بي سرپرسته او په ټولنيز دول داتغر ،نوبهار ،شملزي،کاکړان ، شينکى ، چوپان او ارغنداب ولسواليو خلکو دخوارکي توکو دنشته والي سره لاس او ګرايوان د ي.:
زابل والي خيال حيسني دبينوا ويبپاڼي ځايي خبريال ته وويل ."" موږ دايوه اوونۍ کيږي چي له دغو ولسواليو سره دتګ راتګ اړيکي بندي شوي دي مخکي لا يوڅه سفر کيدي خو اوس داسفر په ټپه درېدلى دى .:
خيال حسيني په وينا دوى له ايتلافي ځواکونو سره په دې مشوره وکړه چي دهوا له لاري نوموړوسيمو ته خوراکي مواد او داردو درمل ورسوي .""
دځآيي اوسيدونکو پر وينا چي له اژانسونوسره يې دستلايت پرکرښه کړې دي دخوراکي موادو او ددرملو دنسته والي په سيمه کې دمړيني لامل ګرځيدلى دى او هرلورته ټرانسپورت دواوري له کبله بند شو دى.
خو دکاکړانو او چوپان ،ارغنداب ولسوالۍ په اړه لا تراوسه هم سم معلومات نه دي راغلي چي هلته حالت څنګه دى .""
خو په زابل کي دوالي پر وينا دامهال په سيمه کې يو ګز واوره پرته ده او اوس لاهم داسمان مخ وريځو پټ کړى دى او واوره اوري
",د سږکال ژمي له يخنۍ څخه د مړو شمېر ډېريږي
1991,,"
کابل: دشمالي اتلانتيک د تړون دټولني يا ناټو د غړو هيوادونود دفاع وزيران نن ددوهمي ورځي لپاره د فرانسي د نېيس په ښار کي سره غونډ دي چي د نورو موضوعګانو ترڅنګ به په افغانستان کي د همدي ټولني تر مشرۍ لاندي د سوله ساتو څواکونو په پراختيا خبري وکړي.
تمه ده چي دوي به د غونډي په اخير کي پريکړه وکړي چي په افغانستان کي د سوله ساتي ماموريت د هيواد لويديڅ او سهيل ته وغزوي تر څو د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره امنيت خوندي کړي په تيره بياپه هغو سيمو کي چي زيات د د طالبانو د بريدونوتر ګواښ لاندي دي.
تر اوسه هسپانيا،ايټاليا ليتوانيا افغانستان ته د نورو ځواکونودليږلو ژمنه کړي او په اول ګام کي په پام کي ده چي دغه ځواکونه به په دايکندي، بادغيس او غور ولايتونو کي د ولايتي بيارغاوني ټيم په بڼه ميشت شي.
دمګړۍ په ټول هيواد کي ١٩ د بيارغاوني ولايتي ټيمونه چي ډير يي د امريکا د متحده ايالاتوله څواکونو او پنځه په شمالي ولايتونو کي يي د ناټو له پوڅونو جوړدي په ملکي او پوځي چارو بوخت دي. امريکايي او د ناټو چارواکي د راتلونکي لپاره پلان لري چي خپل کارونه تر يوي مشرۍ لاندي همغاړي کړي اوپه ګډه سره د هيواد په ټولو ولايتونو کي د مرستوچاري اود امنيت لپاره پوځي عمليات تر سره کړي. ",د ناټو غړي هيوادونه په افغانستان کي د خپل ماموريت په غزولو خبري کوي
1992,,"
٢٢ سلواغې ١٣٨٣
په کابل کې د جرمني سفارت په خپلې يوې خبر پاڼې کې ليکلي چې د پنجشنبې په ورځ د کابل د (( نسوان وحدت)) په ښوونځي کې د نجونو د فوټبال د څلورو ډلو تر منځ سيالۍ کيږي.
خبر پاڼې کې ليکل شوي دي چې د جرمني سفير به ګټونکي لوب ډلې ته جايزه ورکړي.
د خبر پاڼې له مخې جرمني د ښځينه لوب څارو په روزنه کې هم مرسته کړي چې له دې ورسته به د ښځو د فوټبال د لوبو څارنه وکړي.
",په کابل کې د ښځينه فوټبال ډلو تر منځ سيالي
1993,,"
٢٢ سلواغې ١٣٨٣
د شنبې په ورځ به په کابل کې د امريکا سفېر زلمې خليل زاد او د کابل پوهنتون مشر اشرف غني احمدزي په کابل پوهنتون کې د امريکا مالوماتي څانګې ( اميريکن کارنر) پرانستنه وکړي.
په کابل کې د متحدو ايالتونو سفارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې دا مالوماتي څانګه به د انټرنټ ، سياسي، کلتوري او ژبپوهنې کتابونه او ځيني نورې اسانتياوي ولري.
د خبر پاڼې په ليکنه دا دامريکا له پنځو مالوماتي څانګو نه دوهمه څانګه ده چې پرانستل کيږي.
لومړنۍ يې څه وخت مخکې د بهرنيو چارو په وزارت کې پرانېستل شوي ده. ",په کابل پوهنتون کې د امريکا مالوماتي څانګه پرانستل کيږي
1994,هدايت الله هدايت ، استراليا,"
١٠ فبروري ٢٠٠٥ ز. ( ٢٢ د سلواغې ١٣٨٣ ل )
",د ملګرو ملتونو سازمان د بيا جوړښت په درشل کې
1995,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٢٢
کابل : د کابل ښاروال غلام سخي نورزاد وايي ترکيې ورسره ژمنه کړې ده چې له کابل ښاروالۍ سره به د يوۀ کلتوري مرکز په جوړولو کې ، د څښاک د اوبو په چمتو کولو کې او د ناپاکيو په ختمولو کې مرسته وکړي .
ښاغلي نورزاد وويل ترکيې ورڅخه مځکه غوښتې چې د محمود طرزي په نامۀ يو کلتوري مرکز په کابل کې جوړ کړي .
د يادونې وړ ده چې راتلونکې يکشنبه په پلازمېنه کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف ځواکونو قومانده ترکيه ترلاسه کوي .
",ترکيه له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي
1996,,"
",
1997,,"
٢٣ سلواغې ١٣٨٣
د افغانستان او پاکستان ګډاقتصادي کميسيون د خپلې دوهمې او وروستۍ ورځې د خبروپه مهال پرېکړه کړي چې د دواړو ملکونو تر منځ به د سوداګري کچه تر زرو مليونو ډالرو پورې رسوي.
د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٤ کالونو په اوږدو کې ددواړو هيوادونو تر مينځ د پنځه سوه څلويښت ميلونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوي ده.
د همدې خبرو په مهال پاکستان وړانديز کړي دې چې د افغانستان - پاکستان دپولو په اوږدو کې د افغان سوداګرو د کارونو د اسانولو په موخه بايد ١٢ ګمرکي مرکزونه جوړ شي.
همدغه راز افغان پلاوي په خپل وار د افغانستان او پاکستان تر منځ د يو ګډ تراسپورټي سيسټم د جوړولو وړانديز کړي. ",د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه به لوړه شي
1998,څېړنمل شيرشا رشاد ، جاپان,"
د علامه بابا (رح ) جسمي ابدي بيلتون د هيواد په دننه او دباندي کښي د ډېرو مخلصانو او ارادتمندانو وير لړلي زړونه ټوکر ، ټوکر کړل ، ددغه ويرجنو زړونو سپېڅلي ميني او تودو جذبو د سرامنو اوښکو په څپو کښي له ليري او نژدې څخه خپل د خواخوږۍ احساس او پيغامونه را وليږل . ددغه وير د څرګندتيا تر څنګ د علامه بابا (رح ) د ناچاپو قلمي اثارو د چاپ او د کتابونو د خوندي کېدو په اړه د ګروم او تشويش سره ، سره د هر ډول مرستي ، بسپني ، ونډي او منډي له پاره ځيګرونه وټکول سوه .
ددوی د خواخوږۍ او پېر زويني څخه د منني او کور وداني په څنګ کي په دې فکر کي ډوب سولو چي ددې لوی کار د سمبالتيا او ددې ټولو خواخوږو د احساس اوغوښتنو په وړاندي څه بايد وکړو ؟
د مرګي نامرادي څپېړي که علامه بابا (رح ) جسماً زموږ څخه يو وړ ، خو زموږ په زړونو کښي د تلپاتي ډېوې په بڼه بل او وړانګين دی .
راځئ چي ددوی ( ارواښاد علامه بابا (رح ) ) د پله دوړي د تبرک له پاره د لېمه رانجه کړو ، تر څو ددوی د لويي پېرزويني ، لويي حوصلې ، څېړنيز هاند ، ځلانده استعداد ، سياسي درايت او متانت ، د نفس مناعت ، د هيواد ولس او بشر سره د ژ وري ميني د زور واکو او تيري څخه د کرکي ، پر اصولو د کلک ټينګار ، د نېکمرغه لمر وړانګي پر موږ ټولو وغوړيږي او ددغه نېکمرغه لمر په برکت تتي او تيارې لاري رڼې ، کرکجن زړونه مينه ناک ، تاش په تاش او متشتت فکرونه سره يو ، غچ غوښتونکي هڅي په لورېني او پېرزويني باندي واړوو .
د ارواح ښاد علامه رشاد بابا (رح ) د روح د خوشالتيا او ددوی د لويو ارمانونو د پوره کېدو له پاره د ادبي او سياسي نوابغو ، علماوو ، پوهانو او ښوواندو د روزني په درنه غېږه ، دافغانانو په جګه شمله ، د کندهار په لرغوني ټاټوبي کښي د يوې داسي علمي اکاډيمۍ ( علامه رشاد اکاډيمي ) بنسټ کښېښول سي چي د ادبي _ فرهنګي هلو ځلو په لړ کي به لوی کتابتون ( د علامه بابا (رح ) او نورو حقدارو کتابونه به په کښي خوندي وي ) ، څېړنتون ( رشادپوهنه ، حبيبي پوهنه ، بېنوا پوهنه ، خادم پوهنه ، الفت پوهنه ، رښتين پوهنه ، خوشال پوهنه، رحمان پوهنه ، حميد پوهنه ، غني پوهنه ، کامل پوهنه او نوري څېړنيزي برخي به يې موخه وي ) ،خپرندويه څانګه، ( د علامه بابا (رح ) او نورو حقدارو دکتابونو چاپ ) ، ژباړنتون (د پښتوژبي بډای ادب او ستر پوهان نړۍ ته په بهرنيو ژبو ور پېژندل ، او له بهرنيو ژبو څخه ادبي شهکارونه او تاريخي اثار پښتو ژبي ته را اړول) او نوري برخي ولري .
دا اکاډيمي به دکار د سمبالتيا لپاره يو مشر ، علمي جرګه ګۍ ، او غړي لري چي د هيواد دننه او دباندي پوهان ، ليکوال ، شاعران ، او څېړونکي به يې بالذات يا بالواسطه ددې جرګه ګۍ غړي وي .
د اکاډيمۍ لويه موخه به د علامه بابا رح او نورو حقدارو د کتابونو چاپ او ولس ته رسونه وي ، چي دا لوی او دروند کار د معنوي او مادي پلوه د درو يا څلورو تنو په وسه نه دي ،. ددې سپېڅلي کار لپاره به ادبي کچکول ګرځول کيږي، معنوي او مادي مرستي به راټولليږي ، هره پېزوينه به د ادب پر ټولو مينانو او په ځانګړې توګه د ارواښاد علامه بابا(رح ) پر کورنۍ باندي لوی منت وي .
ددې اکاډيمۍ اولوی کتابتون د ودانۍ له پاره به د مځکي مرستي ته دولت غاړه ايږدي ، د ودانۍ د جوړيدو ونډي ته به په هيواد کي فرهنګپال او پر ادب مين سوداګر او شخصيتونه او تر هيواد د باندي د ژبي اوادب د بډايني سره لېوال افغانان او بهرنيان رابلل کيږي .
د ونډي او بسپني د راټولولو او پر ځای لګولو له پاره به دقيق سيسټم جوړيږي چي د ځينو ( N G O's ) غوندي په خورجين به يې باد نه ننوزي . دهري اوغانۍ ( افغانۍ ) راټولونه او لګښت به يې د اکاډيمۍ په وېبپاڼه کښي ثبت ، په خپرنيزو رسنيو کي چاپ ، او د مينه والو تر درانه کاته پوري رسيږي .
او اکاډيمي به خپله کړنلاره ، تګلاره ، او تشکيل لري .
البته! ټوله پورتنۍ چاري په يوه پلا او د سترګو په رپ کي ترسره کېدای نه سي ، سوکه ، سوکه ، د مېړنو د سپېڅلي ميني او تودو جذبو له فيضه او د پرله پسې معنوي او مادي مرستو او بسپنو په برکت به دا اوږده مزلونه لنډو ، له کوچنيو هيلو څخه به د لويو موخو ( هدفونو ) پر لور ګام اخلو او وده به کوو .
د ټولو خواخوږو او مينه والو د نظر لوستو او اوريدو ته سترګي په لاره يو .
څېړنمل شېرشاه ( رشاد) جاپان shershahr@yahoo.co.jp
",عــــــــــــــــلامــــــــه رشاد اکاډيمي
1999,سيد عمران شا ، همت ( کابل ),"
اول مې سترګي ستا په تلو پسې تلېکله په نورو معشوقو پـــــــــــسې تلېاخر ګوزار شوې له ګړنګ زړګــــــيهد هوسۍ سترګې په کتو پسـې تلېتا پټېدل زده کــــول ته يې پټ کړېزړګيه ته رانه د غــــــــــلو پسې تلېدا ستا د مخ شمعه چې بله شــــولهلمبې زما د زړه په سوو پسې تلېپه زړه زخمي کړو ستا لېمو، که نظرد وينو کرښې په بڼو پــــــــــــــسې تلېاوس يې زغمه دا غټ غمونه مدامزړګيه ته چې په وړو پســـــــې تلېدا بې اختياره چې نن ما وخـــــــندللمبې مې ستا په مسېدو پسې تلې""خاطر "" دې زړه لــــره نږدې درغیڅو به يې لرې په ويشتو پسې تلې ",سترګي
2000,,"
",ميوند او هوسۍ
2001,,"
",
2002,,"
کابل: ځيني کابل ښاريانو نن سهار وختي د څو ساتو لپاره دشوني زلزلي له ويري له کورو بهر يخ ته تيرکړل. ويل کيږي چي دوي ته په پاکستان کي خپل خپلوانو خبرداري ورکړي وو چي د پنځو بجو په شاوخوا کي يوه سخته زلزله پيښيږي، خو دوي بيرته په غوسه کورته هغه وخت ستانه شول چي ګړۍ وروسته له ټاکلي وخت نه لاهم څۀ پېښ نشول.
دښاريانو په وينا په پيښور او کوټه کي ددوي دوستانودشپې په دري بجي ورته ټيليفون کړي وو چي د زلزلي وړاندوينه شوي، خو وروسته دولتي چارواکو خلکو ته اعلان وکړ چي داچټي اوازي دي او دوي دي ارام اووسي.
د روان کال په پسرلي کي يو ځل دهرات ښاريانو ته ورته خبرداري ورکړ شوي وو چي هغو يوه شپه له کوره بهر تيره کړه خو هغه مهال هم کومه زلزله پيښه نشوه.
دکابل ښاريانوتر مينځ تيره اونۍ يوه بله اوازه هم خپره شوي وه چي ګواکي د يخ، باد يا واوري يو توپان د اونۍ په اوږدو کي راتلونکي دي. دغه اوازه بيا وروسته د يخ د سختي څپي په وړاندويني پاي ته ورسيده پر کوم چي دڅو وزارتونو چارواکو تر هغه بريده باندي باور وکړ چي بيړنۍ غونډه يي راوغوښته او اړين تياري يي ورته ونيول اولا تراوسه ځيني خلک د همداسي يوي څپي په تمه دي.
خو په افغانستان کي د هوا وړاندويني هومره باور او ريښتياوالي له لاسه ورکړي چي اړوندي سرچيني يو سات د ډيري ټيټي درجي هوا اعلان کوي او بله ګړۍ بيا دهمدي ورځي وړاندوينه لس درجي تر هغه مخکينۍ لوړه ښيي.
",د کابل ښاريانو د زلزلي له ويري تيره شپه له کورو بهر تيره کړه
2003,پوهنمل محمود نظري,"
خو زه بيچاره!؟؟؟د ډم ( سلماني) نه پوښتنه وشوه:- ستا او ډاکټر تر مينځ توپير په څه کې دی؟هغه وويل:- هيڅ، دواړه سپيني چپني اغوندو، دواړه د دوکان د خلاصيدو اجازهلرو ،دواړه له جارحه وسلو څخه کار اخيستلای شو ،دواړه تر سلو افغانيو) زيات فيس اخلو.....خو زه بيچاره!؟؟؟هو! خو زه بيچاره د مشتري د وژولو حق نه لرم او هغه يې لری (په افسوس او ډير اسکيرلي ږغ )
",خو زه بيچاره!؟؟؟
2004,پوهنمل محمود نظري,"
راګيري مدير جانان په منډه منډه د غونډي کوټې ته ځان ورساوه، هغه سوچ کاوه چي پرې ناوخته شوي دي نو د دروازی د چولې نه يې دننه وکتل د رييس لاس يې د کوم شي په رای اخېستنه کې پورته وليد نو د ده لاس هم هلته په دهليز کې اتومات پورته شو او تر ټک ټک وروسته د غونډي کوټې ته ننوت اود نورو غړو په مينځ کې کيناست د ده وروسته مديرزمری، مدير اکرم،مدير چټک، پريګله.... چې د هغو هم ښی لاسونه پورته وه يو د بل پسې کوټي ته ننوتل.رييس د دې اکر (وضعی) په ليدو لږ سور واوښت اوموسکی شو او ويې ويل:- وبښی! زما په تخر کې مردار دانه راختلي ده او نشم کولای لاس ټيټ کړم، خير په پر ډول لکه چې د غونډي ډير غړی پوره دي نو غونډه رسماً پيل کوم.
",راګيري
2005,,"
د ناټو په مشرۍ دسوله ساتو ځواکونو په اړه وروستي پرمختګونه:
سبا، د سلواغي په ٢٥مه ټاکل شوي چي د ځواکونو مشرۍ له يوروکور(Eurocorps) څخه ترکيي ته وسپارل شي. د ترکيي د بهرنيو چارو وزير چي ټاکل شوي وه د جومي په ورځ کابل ته راشي اوس ويل کيږي چي نن راځي تر څو د سوله ساتو ځواکونو دمشرۍ د سپارلو په غونډه کي برخه واخلي.
د ناټو د٢٦ غړو هيوادونو د جومي د ورځي پريکړي وروسته چي د افغانستان لويديځ او سهيل ته خپل د سوله ساتي ځواکونو ماموريت به وغزوي، اوس بل تود بحث دادي چي د امريکا تر مشرۍ لاندي د ټلوالي ځواکونه او ګڼ مليتيز سوله ساتي ځواکونه سره ګډ شي او تر يوي مشرۍ لاندي کار وکړي. د کب په څلورمه د ناټو په سرمشريزه کي به په دې اړه وروستۍ پريکړه کيږي.
",سوله ساتي اود ټلوالي ځواکونه سره يوځاي کيږي
2006,,"
٢٤ سلواغې ١٣٨٣
د افغانستان له پکتيا ولايت نه راپورونه واي چې پر سېمه د لږيدلې سړې څپې له امله چې په ډيرو کالونو کې بې ساري ګڼل شوې، يو شمېرخلک مړه شوي دي.
چارواکي واي چې په وروستيو درې ورځو کې د واورو او يخنۍ له امله د ولايت په بېلا بېلو برخو کې لږ تر لږه ١٥ کسان مړه شوي دي. ",په پکتيا کې سړې هوايو شمېر خلک وژلي
2007,,"
٢٤ سلواغې ١٣٨٣
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه واي چې د وسلو او مهماتو ٣٣ زېرمي يې موندلي او نيولي دي.
د دغو ځواکونو يو وياند کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه وسلي د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه تر لاسه شوي دي او زياته يې کړه چې په هغو کې ځينې داسې وسلي او مهمات هم وو چې کيدايشواي ترهګرو او طالبانو ترې په سېمه کې د امنيت د ګډوډولو لپاره کار اخيستې واي.
وياند وويل چې د کار وړ وسلي به افغان پوځ ته ورکړل شي او پاتي به يې له منځه يووړل شي. ",په افغانستان کې ايتلافي ځواکونو د وسلو ٣٣ زېرمي موندلي
2008,,"
",
2009,محمود نظري,"
کتاب نوم : پايلوچ بنګ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولګه )
ليکوال : محمود نظري
سريزه : ډاکټر مجاور احمد زيار
چاپ کال : ١٣٨٣ لمريز
چاپ ځای : کراچي
چاپ چاري : محمود نظري
تېراژ : ١٠٠٠ ټوکه
پايلوچان چې ٣٠٠ کاله مخکې د صفويانود زور او تيري په وړاندي راپورته شوی اوهغوی يې په لوڅو پښو مات او تښتولي دي
د پايلوچانو د کلکوالي او ټينګوا لي ساری تر اوسه په ټوله نړۍ کې نه دی ليدل شوی او بنګ حبيب الله د دې لړۍ وروستی استازی ګڼلای شو
پوهاند ډاکټر زيار په دې داستان يوه سريزه ليکلې ده هغه لېکې:
پايلوچان يو له پامه لويدلی پوړ دی چې دلته يې په خورا رياليستيکي ډول شننه او انځورونه شوې ده او ما هم د يوه شاهکار په ټوګه د خپلي دغي ارزونې بيلګه وګرځوله.
د ليکوال بريښناليك :ـ mahmudnazari@aol.com
",بنګ حبيب الله ( لنډې کيسې )
2010,محمود نظري,"
د کتاب نوم : انساني سرکس
موضوع : ( طنزونه )
ليکوال : محمود نظري
چاپ کال : ١٣٨١ لمريز
چاپ چاري : محمود نظري
تېراژ : ١٠٠٠ ټوکه
صحاف خپرندويه مؤسسه
کاسي روډ ، نورمسجد ته مخامخ ، کوئټه ، ټيلفون شمېره :ـ ٦٦٤٢٣٦-٨١-٠٠٩٢
بريښناليك :ـ palana_sahaf@yahoo.com
زموږ بانکي پته :Muslim Commercial Bank Ltd. ,Account No:1514
Prince Road, quetta - pakistan",انساني سرکس
2011,ش. م. زرمت,"
سوداګرچا خو ويل چې اوس راغلى دى د زړو سوداګرخو دلته ګرځي هسې مست لا د سرو سوداګرموږ په كوڅه د قصابانو كې چړې پېژنو كله به راشي زموږ خوا ته د بنګړو سوداګرپه دغه ښار كې ښايي ټول لا مجرمان اوسېږيښه كار و بار كوي همدا د زنځيرو سوداګرپه هغه وخت كې چې مو يو بل ته مورچې نيولېله هرې خوا به راروان وو د وسلو سوداګرپه خاموشۍ يو بل ته غېږ وركړي، رخصت ترې اخليچې كله وويني نښتر مو د لرګو سوداګر. ",سوداګر
2012,بغداد ارماني,"
غزل زړه، زړه تنكۍ- تنكۍ يم، د غوټۍ غوندې يم د څوارلسمې شپې په شان سپينې سپوږمۍ غوندې يم پام كوه زور راته رانه كړې درنه ماته به شم پرون د دوولسو كالو شومه، تنكۍ غوندې يم د نوي وخت جامې بربنډې اغوستلاى نه شم د تورو غرونو پښتنه يمه، كوچگۍ غوندې يم زه يم پتپاله، پت به ساتمه په تورو غرو كې ورانه جونګړه كې اوسېږم، شهزادګۍ غوندې يم تور دېوان نه غواړم، زه ښكلې يم، ښايسته غواړمه د ګل اندامې سكه خور يم، ښاپېرۍ غوندې يم بغداده! سپين مخ ته مې ګوره چې ثواب دې وشي بېګاه مې خوب كې كوثر وليد، جنتۍ غوندې يم. ", غزل
2013,,"
٢٥ سلواغې ١٣٨٣
نن ترکيې په افغانستان کې دشپږو مياستو لپاره د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو قومانده په غاړه واخېسته.
تردې د مخه د څه د پاسه اته زره کسيز سوله ساتي پوځ قومانده دجرمني او فرانسې له خوا په ګډه کيده او اوس د ترکي جنرال ايتيم اوټکي ته وسپارل شوه.
په دغه موده کې چې ترکيه به په افغانستان کې د ايساف دځواکونو مشري کوي، د دوي همکار هيوادونه - اټاليا ، لتوانيا او اسپانيا به دوي ته نور ځواکونه ورکړي، تر څوهغوي د افغانستان لويديځو برخو ته واستول شي.
",ترکيې په افغانستان کې د ايساف دځواکونو قومانده واخېسته
2014,,"
",
2015,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٥
کابل : د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکټر محمد امين فاطمي وايي په تيرو ١٥ ورځو کې د يخنۍ له امله په دغۀ هيواد کې ٢٠٠ کسان وژل شوي دي .
په کابل له له ورځپاڼه ليکونکو سره د خبرو پر وخت ښاغلي فاطمي زياته کړه چې د هيواد ډيرې برخې غرنۍ او ليرې پرتې دي له همدې امله مرسته هم ډيرو سيمو ته په ګرانه رسيږي .
ښاغلي فاطمي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د وژل شويو کسانو ډيره برخه د ماشومانو ده .
داسې ويل شوي دي چې په دې وروستيو کې نژدې هره ورځ يو ماشوم د يخنۍ له امله په افغانستان کې ځان له لاسه ورکوي .
ولسمشر کرزي په يوۀ بيان کې له ويرجنو کورنيو سره خواخوږي کړې ده .
",د افغانستان يخنۍ ٢٠٠ کسان وژلي
2016,,"
د همدي شيبې خبر: په کابل کې د دفاع وزارت يکشنبه ماخستن اعلان وکړ چې د کام ائير د لويدلې الوتکې توره بکسه يې پيدا کړې ده .
د Kam Air دخصوصي شرکت بوينګ ٧٣٧ الوتکه ١٠ ورځې وړاندې کابل ته نژدې د خاک جبار د ولسوالي دڅپړي دغره په سر راپريوته او ټول ١٠٤ سورلي يي مړۀ شول.
توره بکسه د ترانسپورت وزارت ته سپارل شوي او تر څيړني لاندي ده.
په هره الوتکه کي يوه توره بکسه د پيلوټ ځاي ته نژدي جوړه شوي وي چې هغه خبري، غږونه او انځورونه ثبت کړي چي د کنترول له مرکز سره د پيلوټ يا دالوتکي د عملي لخوا پر باندي اړيکي نيول شوي وي.
تر اوسه د الوتکي د لويدلو دقيق دلايل مالوم ندي او د توري بکسي موندنه به داخبره سپينه کړي چي الوتکه ولي او څنګه نسکوره شوه.
افغان او نړيوالو سوله ساتو ځواکونو تر اوسه په دې کي پاتي راغلي چي مړي د پيښي له ځايه وليږدوي او ايله نن يي وکولاي شول چي څو مړي پيدا کړي.
تر اوسه د مړو د ليږدولو د ورو هڅو لامل د هوا خرابوالي بلل شوي، هغه دليل چي د الوتکي د لويدلو په اړه هم ويل کيږي. ",د لويدلي الوتکي توره بکسه وموندل شوه
2017,,"
يوۀ فرانسوي سرتيري په کابل کي د جمعې په ورځ خپل ځان په خپله وسله وواژۀ.
دې سرتيري په نړيوالو سوله ساتو ځواکونو کي له خپلو نورو ٦٠٠ فرانسوي ملګروسره چي تيره مياشت کابل ته راغلل يوځاي دنده ترسره کوله.
په افغانستان کي دا لومړۍ داسي پيښه ده چي د نړيوالو ځواکونو يو تن ځانوژنه کوي. دسرتيري نوم تر اوسه ندي ښوول شوي.
تير کال هم دسلواغي په مياشت کي يوۀ کاناډايي سوله ساتي سرتيري هڅه کړي وه چي ځان ووژني خو هغه د سر ديوو سخت ټپ نه وروسته ژوندي پاتي شوي وو. ",د سوله ساتو ځواکونو فرانسوي سرتيري ځان وواژۀ
2018,,"
د ناټو د غړو هېوادنو د مشرانو غونده
ټاکل سوې ده چې د ناټو د غړو هېوادونو د سر مشریزه غونډه د فبروری د میاشتې پر ۲۱ – ۲۲ نيټه د بلجیم په برسللز ښار کې چې د اروپايی اتحادیې مرکز دی تر سره سی.
په دې مهمه غونډه کې به د امریکا جمهور رئیس ښاغلي جورج بوش، د کاناډا صدراعظم ښاغلي پاول مارتین، د فرانسې جمهور رئیس ښاغلي ژاک شيراک، د انګلستان ، جرمني، ايتاليا، هسپانې ، پوليند اود اروپايي ټولنې صدراعظمان او د ناټو د نورو غړو هېوادونو مشران برخه واخلی چې مهم ټکې به يې دافغانستان ، عراق ، منځني ختيځ او نورو هیوادو په هکله د نوي تصمیمونو د نيولو په باره کې وی.
",د ناټو د غړو هېوادنو د مشرانو غونده
2019,,"
",
2020,,"
امریکا د افغانستان د بريښنا مشکل حلوي
د امریکا دولت د افغانستان لپاره د نوي پروژو او د بريښنا د ستونزی د رفع کولو د پاره ددې هېواد کنګرې ته د ۳۱۷ مليونو ډالرو وړانديز کړې دی.
دا خبره په افغانستان کې د امریکا سفیر ښاغلي زلمي خليلزاد د هغه لیدنې وروسته څرګنده کړه کوم چې د افغانستان د انرژې د وزیر قوماندان اسمعيل سره یې تر سره کړې وه ، اعلان کړه
په افغانستان کې د امریکا سفیر او خاص استازی زلمی خلیلزاد په دې هکله وویل
په هغه صورت کې چې د امریکا د نمایندګانو کنګره دا وړاندیز ومنی ، د دې پيسو څخه به د شبرغان د سلو میګاواټو د ګازی بريښنا د جوړولو پروژه، د حرارتي پريښنا د سوندو د موادو د برابرولو پروژه، د کجکې او درونتې د پروژو بیا احیا کول، په ولایاتو کې د حرارتی بريښنا د مرکزونو جوړول، د کجکې د بريښنا د دوهم توربين د کار پیلول، هغو ولایاتو ته چې بريښنا نلری د جنراتورونو برابرول، او د لمر په وړانګو د بريښنا د دستګاوو په اعمارول ولګیږی ده زياته کړه چې د امریکا دولت په پام کې لری چې د افغانستان دبريښنا د ستونزی د حلولو لپاره په راتلونکی پنخو کلنو کې ۲ اعشاریه ۵ ميليارده ډالره افغانستان ته مرسته ورکړی. ",امریکا د افغانستان د بريښنا مشکل حلوي
2021,,"
د افغانستان د مځکې لاندې معادنونه او د ذخایرو د کشف چارې امریکا ته وسپارل سوې.
د افغانستان او امریکا د معاون او جیولوژی د موسسو لخوا د ذخایرو د کشف او د مځکې لاندې معادنونو در راایستلو تړون لاسليک سو.
د دې پلان په اساس چې د ۱۷ ميلیونو ډالرو په لګښت د امریکا د متحده ایالاتو لخوا تر سره کیږی د یونیم کال په موده کې به د افغانستان د ټولو سیمو نقشې د هوا له لیارې و اخیستل سی او هغه سیمې چې د نفتو، ګازو، سکرو، اوسپنې، مسو، اوبو، او نور ذخایر لری وپيژندل سی.
د دې پلان په عملي کیدو سره به د افغانستان دولت او خارجی سرمایه دارانو ته د افغانستنان په هکله ګټور معلومات په اختیار کې ورکول سی چې څونده د ذخایر او د مځکې لاندې مواد لری.
داسی ویل کیږی چې تر اوسه پورې د ګازو،ذغال سنګو، مسو و اوسپنو، کریمه احجارو او یورانیومو ۱۵ معدنه کشف سوی چې فقط ۴ یې تر اوسه د دولت په اختيار کې دی او نور ۱۱ یې د ټوپکوالو او محلي زورمندانو په واک کې دی.
",امريکا د افغانستان د معدنونو د کشف چاري تر لاسه کړې
2022,,"
",
2023,,"
پايلوچ بنګ حبيب الله د ښاغلي محمود نظري د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان په کراچۍ کې چاپ شوه .
په دې ټولګه کې د ښاغلي ليکوال اته لنډې کيسې راغلي دي .
د ښاغلي محمود نظري د طنزونو درې مجموعې هم په دې وروستيو کلونو کې چاپ شوي دي .
د پايلوچ بنګ حبيب الله په مجموعه باندې پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار سريزه کښلې ده .
د ښاغلي زيار په وينا خپله د پايلوچ بنګ حبيب الله لنډه کيسه د پام وړ ده . پر ښاغلي نظري يو نقد دا شوی چې ګواکې په کيسو کې يې د معياري ژبې پر ځای خپله سيمه ييزه لهجه ډيره کارولې ده .
ښاغلی نظري خپله په دې باور دی چې د يو شمير کسانو مشورو دې ته اړ ويستی چې کله ناکله سيمه ييزه لهجه په خپل نثر کې غوره وبولي .
",پايلوچ بنګ حبيب الله
2024,ولي شا طبيب ، کندهار,"
ولې شاه طبيب _ کندهار
٦ جوزا _ ۱۳۸۳ لمريز
سلام خان او دکانکور ازموينه
دجمعې دورځې ماپښين وو ،ددوبي توده ورځ وه ، دډاکتر سلام لپاره دجمعې ورځې ماپښين ځانګړی ارزښت درلود ، ځکه چه داوونۍ اخيره ورځ وه او په خپل کور کښی يي استراحت کاوه ، دروغتون ، کتنځی او ناروغانو څخه بې غمه او فارغه وو ، دجمعې ورځي ماپښين يي لوستلو ته ځانګړۍ کړې وو ،طبې کتابونه يي نه لوستل بلکه مجلې ، ورځپاڼې او ادبي اثارو يي لوستل ،دسلام ښځې او ماشومانو يي دپلار دعادت سره ښه بلد سوي وه ، ماندينې به يي ښه هيلي چای په غټه چاينکه کښي ورته دم کړي وې . ماشومان هم دپلار کوټې ته نه ورتلل . ډاکتر سلام به په خپله کوټه کي دکتابونو المارۍ څنګ ته ناست وو او دالمارۍ کتابونه به يي اړول او را اړول ، دجمعې دورځي دماپښين لپاره به يي نوي مجلې ،ورځپاڼي او يا کتابونه دځانه سره راوړي وه ، اوکه چيري کوم څه يي نه وه راوړي نو به يي زاړه کتابونه بيا بيا لوستل ، اکثره کتابونه يي څو ځلي لوستلي وه .
ډاکترسلام دښوونځۍ په دوره کښي دادبي کتابونو ،ناولونو او تاريخي کتابونو دلوستلو سره مينه او علاقه درلوده . په همدي ماپښين يي نوی کتاب يا مجله نه درلوده ، نو دالمارۍ پر کتابونو يي ګوتې تيرولي ،دتولستوی روسي ستر ليکوال پر ليکلې کتاب چه جنګ اوصلح نوميدی ګوتې ودرولې ، او دا دوه جلده پريړکتابونه يي دالمارۍ څخه راواخيستل ، دکتابونو څخه يي ګرد او غبار پاک کړ ،او دکتاب سره وقايه يي واړول اود کتاب پرلمړنی مخ هغه ليکنه چه ده کلونه پخوا کړي وه متوجه سو ، ليکل سوې وه يوولسم ټولګۍ ۱۳۵۱ هجري شمسي کال ، هوکي ورپه ياد سوه چه نوموړی کتاب يي په ۱۵۰ افغانۍ په پور رانيولی وو او په هره اوونۍ کښي يي ۲۵ افغانۍ ادا کولي ، ور په ياد سوه چه په څومره زياته علاقه او مينه يي نوموړی کتاب وايه ، کله چه به برېښنا نه وه نو اليکن څراغ ته به يي کتاب لوستی . دا کتاب د تولستوی دلوړو اثارو څخه وو ، په دی دوه ټوکه کتاب کی چه دپاڼو شمير يي تر درو زرو رسيدی د سلو په حدودو کي قهرمانان درلودل . خو ناتاشا دسلام په زړه کښي ځای نيولی وو ، دتولستوی بل اثر چه اناکارنين نوميدی هم سلام څو ځلي ويلي وو ، سلام دجک لندن دماجرا ډک داستانونه هم ډير ويلي وه ، دارنست همينګوې ، ويکتور هوګو او بالزاک ليکني او اثار يي ډير خوښيدل په خپل ګران وطن کښي يي د استاد عبدالحی حبيبي ، استاد عبدالروف بينوا ، ګل پاچا الفت ،استاد عبدالشکور رشاد او نورو ليکوالانو ليکني لوستلي.
ډاکتر سلام کله چه دليسې په اخيرو ټولګيو کښي په زده کړه بوخت وو ، نو داارزو يي درلوده چه دی دهنر ،ادب او ټولنيزو علومو زده کړه وکړي، کله چه ددولسم ټولګۍ څخه فارغه سو،دڅو مياشتو لپاره وقفه وه ، ځکه چه دکانکور ازموينه به په ژمي کي اخيستل کيدله او دپوهنتون تعليمي کال به د حمل په مياشت کي شروع کيدی . دتودو مناطقو لپاره دا کار له يوه پلوه ښه وو چه دکانکور لپاره تيارې ونيسي خو دبلي خوا دګرمو مناطقو دپاره دڅومياشتو دوخت بيځايه تلل وو .
سلام به هره ورځ دډنډ باغ ته تلی او هلته چه يو ډير ارام چاپيريال وو ترګڼو ونوو لاندي ددرسونو تکرار کاوه ، هوکې اوس هغه دډنډ باغ يو لوی روغتون دی ، اوس هم کله چه ډاکتر سلام فارغه سې نو پر هغه سړکانو قدم وهي او هغه ورځي ورپه ياديږي کوم چه يي ۳۰ کاله مخ کي کتاب په لاس دونو ترسيوري لاندي دويالې پرغاړه ديوه سرنه تربله سره تلی او راتلی او درسونه يې ويل ،هغه زړه پخوانۍ دچنار ونه اوس هم پر ځای ولاړه ده کوم چه سلام به کله کله هلته ډډه لګوله او څوشيبې به هلته ناست وو .
کله چه دکانکور ازموينه نژدې شوې وه،نو سلام نورهم لوستلو ته زور ورکړی وو ،دشپي به يې لږ خوب کاوه ، سلام ډير ډنګر سوي وو ، سترګويي توري الغې اچولي وې ،ستړی او ستومانه ښکاريدی .
بالاخره دکانکورازموينه راورسيدله ، سبا دکانکور دازمويني ورځ ده ، په هم هغه شپه سلام يو څه وختي کتاب کت کړ ،ويي غوښتل چه کافي خوب وکړي او سهار په ارامو اعصابو دازمويني صحني ته ورسي ، خو دبده مرغه ډير ناارامه وو ډول ډول چرتونه ورته راتلل ، تر ډيره ويښ وو خو دشپي په نيمايي کي خوب غلبه پر وکړه او بيده سوی وو .
دسهار دچايو پر وخت کله چه يي مور دکور غولۍ جارو کاوه ، سلام ته راږغ کړه چه دډاکټرۍ فاکولته به وايې که نه وسي نو دمنصبدارۍ يا هغه بله فاکولته چه حاکم ځني راوزي وايې ، دسلام پلار چه خپل زوړ او ارت پتلون اغوستی وو او زړه قره قلي يي پر سروه او دروانيدو تکل يي کاوه دسلام څخه پوښتنه وکړه چه زويه کوم پوهنځی به انتخاب کړي ؟ سلام ډير لنډ جواب کي وويل چه ادبيات ، دپلار تندی يي يو څه تريو سو او چوپ پاته سو ،مور چه يي دسرای جارو خلاص کړی وو ،پوښتنه وکړه چه دادبياتو څخه څه شي راوزي، سلام چه يو څه بي حوصلې سوی وو ،وويل اديب، ليکوال او ښوونکی ، مور يې چه عصبانې سوې وه په خبرو کښې ورګډه سوه ، يعني ښوونکی اوويې ويل چه معلم خو دي پلار دی ، ديرش کاله يي معلمې وکړه نه يي بايسکل نوی سو او نه يي موږ په نس ماړه کړو ،دکوڅې اومحلې غم هم پر ده دی معلم صاحب دا خط خو راته وليکه ، داګروي خط يا داحجت راته وليکه ،معلم صاحب شاهدۍ ته خو راسره ولاړ سه ،معلم صاحب دا وکه او داوکه ، دسلام مور داټولې خبري په يوه ساه وکړی ، يو اوږد اسويلۍ يي وکيښ اوويې ويل چه هو دوه مډالونه يې اخيستي دي چه نه ډوډی کيږي او نه کالي کيږي ، معلميدې خاوري سي ، ډاکټرې ووايه ډاکټرې ، سلام دمور خبره ور پري کړه وويل چه نه موري دښوونکي مقام ډير اوچت دی ، دنړی ټول ډاکتران ،انجينران او پوهان دښوونکي ده برکته دې ځای ته رسيدلي دې ،دسلام پلار چه سريي کښته اچولی وو او داسي معلوميدی لکه مجرم چه دقاضي په مخ کي ولاړوي ، سر يې راپورته کړ او په زړه کښي دخپل زوی څخه ډير خوشحاله سو او دښوونکي پرمقام او تقدس او هسکوالي يې نور هم باور ټينګ سو . دسلام پلار نه غوښتل چه دخپل زوی دذوق او خوښی خنډ وګرزي او دبلي خوا يي غوښتل چه سلام ښه هوسا او ارام ژوند ولري ، نو يي وويل چه زويه مور دي ښه وايي ، خو دډاکټرۍ په څنګ کښي کولاي سې دادبياتو لوست او پلټنه هم وکړي ،څوک خو تا نه منع کوي سلام ته دا معلومه سوه چه پلار يې هم دمور نظر تائيدوي ، دسلام په مغزو کښي کشمکش پيدا سو په چرتونو کي ډوب سو کله به يي سوچ کاوه چه سپينه چپنه يي اغوستي ده او دناروغانو په منځ کي ولاړ دی ، بيا يي تصور کاوه چه تولستوی ګوته ورته څنډی او خوشحال خان خټک ورته په ځير ځير ګوري ، او ورته وايي چه هلکه پام کوه چه خپله لار پري نږدې ، خو دا انديښنه هم ورسره وه چه واړه وروڼه او خويندې يي ښه غذا او جامو ته اړتيا لرې ، ښووني او روزني ته اړتيا لری ، پلار يی هم بوډا سوی دی دهغه تنخوا هم دومره نه وه چه دکورنۍ کفايت وکړي او کيداي سې چه پلار يي تقاعد سي ، پسله ډيرو چرتو نو يي هوډ وکړ چه دمور او پلار خوښه ومني .
پوه نه سو چه څه ډول يي دسهار چای وچښلي ، پلار چه يي غوښته ووزي ، سلام ورږغ کړه چه پلاره نن بايسکل راته پريږده زه دکانکور دازموينې لپاره دارالمعلمين ته ځم ، پلاريې هم همداسي رهي سو او بايسکل يي سلام ته پريښود . سلام ساعت ته وکتل ژر ژر يي پتلون واغوستی ، پسله څومياشتو يې بيا پتلون اغوستی وو ، پتلون پر لوی سوی وو ، نه نه پتلون هم هغه وو بلکه سلام ډنګر سوی وو ، خير په هرصورت دوه قلمان او يوه کلکه دوسيه يي دځانه سره واخيستل او مورته يي وويل چه دعا کوه چه ازموينه په خير تيره کړي ، مور يې وويل چه خدای دي کاميابه که ،سلام بايسکل تر ښکرو ونيوی او دکوره راووت ، يو څه سړه ورځ وه او باران هم ميده ميده اوريدی .
په څو دقيقو کښي دارالمعلمين ته ورسيدی . نور ډير ځوانان او يو لږ تعداد نجوني هم راغلي وې ، دازمويني صحنه مخکي جوړه سوي وه ،چوکياني يو دبله ليري ايښودل سوي وې .دټولو برخه والو پر سينه دپيژندنې کارتونه ټومبل سوي وه ،شاګردان داسي کښينول سوي وه چه دهر يوه شاګرد دڅلورو ګاونډو شاګردانوسره سوالونه توپير درلود ، په صحنه کښي چوپه چوپتيا وه ، دکابل پوهنتون دپاخه عمر او زاړه استادان دازمويني په صحنه کښي ګرزيدل او راګرزيدل ،کله چه دازمويني ټاکلي موده پوره سوه ، دازمويني پای اعلان سو او پاڼي ټولي سوې . شاګردان څوک خوشحاله ، بعضي خپه اويو شمير بې تفاوته وه . سلام دطب پوهنځی لمړی ټاکنه کړي وه ، او دازمويني څخه هم راضي ښکاريدی . کله چه کور ته راغی مور يي پوښتنه ځني وکړه چه سلامه زويه دعاوي مي ډيري درته وکړي ، څرنګه وه ازموينه ؟ سلام ورته وويل موري انشالله ستا دعا خدای ج قبلوي ، دايې وويل او کوټي ته ننوت او خپلي کتابچې او کتابونه يي مخ ته کښيښودل، ښه ډير وخت يي پاڼي سره اړولي او را اړولي او دخپلو جوابونو ارزوونه يي کوله ، او باور يي پوخ سو چه دخيره سره بريالی کيږي . نور نو سلام ټول کتابونه او کتابچې په تاقچه کښي کښيښودل او دځانه سره يي فيصله وکړه چه څو ورځي به مطلق استراحت کوي. او په دي ډول يي ښه پوره خوب کاوه ، څو ورځي خويي هيڅ لوستل نه کول ،تفريح يي کوله او شاوخوا ګرزيدی . کله چه دوي هفتي پوره سوي ، ستړيا يي رفع سوه نو يي په خپلو ذوقي لوستلو بيا پيل وکړ ، کتابونه او مجلي يي دملګرو څخه اخيستل او لوستل يي ، تقريبا يوه نيمه مياشت تيره سوه ، په دغه موده کښي سلام زښت زيات ادبي ، علمي او تاريخي کتابونه او مجلې ولوستلې .
دحوت د مياشتي اخيري ورځي وي ، دپسرلي رنګ په ونو کښي راښکاره سوی وو ، دبادامو ونو تازه شګوفه کړي وه ، دا وني چه څله مسته بادام ورته وايي تر نورو بادامو ژر غوړيږي ، ډير ښکلی ګل لري ،يعني خام ګلابي يا شيرچايي رنګ لري ، دويالو په غاړو کښي شنه کبلي او واښه دمځکي نه زرغونه سرونه را ايستلي وه ، دپسرلي شمال هري خواته لګېدی ، په ټولو ژونديو موجوداتو کښي يو ډول تازګي او خوشحالۍ احساس کيدله ، په همدي ښکلو ورځو کښي دکانکور نتيجي اعلان سوي ، سلام دکابل طب پوهنځی ته کاميابه سوی وو ، ددې خبر په اوريدوسره دسلام موراو پلار ډير خوشحاله سوه. پوهنتون د وري دمياشتي پر دوهمه ورځ پيلېدی ، سلام ډير ژر بايد کابل ته ولاړ سي ، او تراوسه کابل ته نه وو تللی ، او دالمړی ځل وو چه سلام دکورنی څخه جلا کيږي ، سلام ته معلومه وه چه ليليه او ډوډی دحکومت پرغاړه دي .
سلام سبا دخيره سره روانيدی ، دسلام مور په تلوار سره يوه غوټکۍ جوړه کړه ، څو جوړي کالي ، دوي داني پنډ جاکتان او دوه زاړه پتلونان او کميسان په غوټه کښي کښيښودله ، څه کشمش او نخود ، تار او ستن يي هم کښيښودل ، خواږه ولني او سپيرکۍ او کورنۍ کپه يي په وړو کڅوړو کښي واچول او زوی ته يي ورکړه او ورته يي وويل چه زويه مساپري ده که دي پر زړه دردسو يا ارږی دي بد سو دغه به کپه کوي . دسلام پلار دخپل زاړه بکس څخه څه پيسي او يو تور قلم راوايستل او سلام ته يي ورکړل اووويل چه زويه دپيسو دخرڅ سره احتياط کوه . دسلام مور تر ډيره ويښه وه او دروغني ډوډی په پخولو لګيا وه ،شپه نيمی سوي وه چه دروغني ډوډی پخي سوي ، په پاک ټوکره کښي يي وتړلي او بيده سوه ، کله چه سهار سوو نو دسلام مور دوي داني هګۍ په غوړو کي پخي کړي او دچايو سريې پردسترخوان کښيښولي ، سلام دمور او پلار سره سهار وختي چاي وچښلي ، او وروسته يي دمور او پلار لاسونه مچ کړه او رخصت يي واخيست ، خپله غوټکۍ يي پر اوږو کړه او رهي سو ، مور يي سمدستي يوه کاسه اوبه دنيک شګوم لپاره دسرای په دروازه کي پسي وپاشلي ، او کابل ته رهي سوو .
کلونه تير سوه اوه کاله پوهنځۍ او شل نور کلونه وظيفه ، سلام نور ډاکتر سلام ؤ ، دښار مشهوره ډاکتر ؤ .
سلام دخپلو خيالونو اوزړو يادونو څخه بيرته راستون سو او دتولستوی کتاب جنګ او صلح يي دوباره کت او په المارۍ کي کښيښود ، او دسړو شنو چايو پياله يي پر سر پورته کړه .
",سلام خان او دکانکور ازموينه
2025,,"
",
2026,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٢٦
کابل : له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو په وياړ يوۀ بيان کې افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي د افغان ملت د جهاد په مټ روسان له افغانستانه ووتل خو ٢٥ کلونو جګړو افغانستان ويجاړ کړ اوس هغه وخت رارسيدلی چې افغان ملت يو بل جهاد پيل کړي چې دا جهاد به د بيا جوړونې لپاره وي .
د څه باندې سل زرو ماتو شويو سرو لښکرو وروستی پوځي د ١٩٨٩ کال د فبروري په ١٥ نېټه له افغانستانه ووت .
",کرزی : اوس د بيا جوړونې جهاد فرض دی
2027,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٦
کابل : د خوست ولايت والي معراج الدين پټان نن ( دوشنبه ) په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل چې د خوست ولايت اوس ډير خوندي دی .
ښاغلي پټان زياته کړه د خوست په ولايت کې اوس د دۀ په وينا اورپکې دا قدرت نه لري چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي .
ښاغلي پټان وويل اورپکې اوس يوازې په ليرې پرتو غرونو کې پټ وي يوازې د مځکنيو ماينونو يا يو نيم بل غلچکي بريد توان لري .
دۀ وويل له خوست سره که څه هم د ډيورنډ ١٤٠ کيلومتره کرښه غځيدلې خو بيا هم په دا وروستيو کې دغلته افغان ځواکونو امنيت ښه ټينګ کړی دی .
ښاغلي پټان د افغانستان سوداګرو ته بلنه ورکړه چې په خوست کې پانګونه وکړي .
د خوست د ولايت خلک شکايت لري چې د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو په پرتله دغلته نه د ښوونې او روزنې په برخه کې او نه هم د نورې بيا رغاونې په لړ کې د پام وړ کار شوی دی .
د خوست استوګن د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت څخه په سرټکونې وايي چې د خوست پوهنتون ته اصلآ پام نه کوي .
دغه راز د خوست ولايت ﻻ تر اوسه ځايي تلويزيون نه لري حال دا چې د افغانستان د ځينو ولايتونو په ولسواليو کې لا تلويزيوني خپرونې شته .
",خوست خوندي دی ، جوړ يې کړئ
2028,,"
ډاکټر طارق رشاد هالنډ
نن د دوشنبې ورځ د ١٣٨٣ لمريز کال د سلواغې د مياشتي ٢٦مه چي د ٢٠٠٥ زېږديز کال د فبرورۍ د مياشتي د ١٤مي سره سمون لري د کندهار ولايت د چارواکو له خوا د علامه رشاد بابا ( رح ) د مقبرې د جوړېدلو کار پيل شو .
د ارواښاد علامه رشاد بابا رح د مقبرې نقشه به د کندهار ښار دشهيدانو د چوک د شهيدانو څلي ته ورته وي ، خولوړ والی به يې د لسو مترو په شاوخوا کي وي .
د علامه بابا رح د مقبرې کار د سلا کار وزير او کندهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي په امر او د کندهار د پاما د رياست د ريس ښاغلي انجنير ننګيالي کاکړ د نقشې پر بنسټ او د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس ښاغلي عبدالمجيد بابي په ځانګړې پاملرنه ترسره کيږي .
دهغه د کار د بشپړېدو او نورو چارو په اړه به نور مالومات په همدې ويبپاڼه کښي وروسته تر لاسه کړئ .
خپل نظر وليکئ او د نورو نظريات ولولئ !
د کندهار ښار ، شهيدانو چوک ، د شهيدانو څلی
",د علامه بابا ( رح ) پر مزار څلی جوړيږي
2029,,"
خليلزاد: له طالبانو سره د خبرو دپرمختګ په اړه به ډير ژر يو ښۀ زيري ولرو
په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير، زلمي خليلزاد، وايي د طالبانو له ځيني جګپوړو نماينده ګانو سره د روانو خبرو په ترڅ کي به ډير ژر يوه لوي پرمختګ راشي.
ښاغلي خليلزاد چي د دوشنبي په ورځ يي خبريالانو ته خبري کولي وويل چي د طالبانو د پخواني رژيم دګڼو غړو په منځ کي چي له حکومت سره په خبرو بوخت دي يو شمېر يي دهغه وخت جګپوړي چارواکي وو چي اوس يي پريکړه کړي چي د پخلايني د پروګرام له لاري له اوسني دولت نه ملاتړ اعلان کړي.
دۀ زياته کړه دمګړۍ هم يو شمېر طالب چارواکو داعلان شوي عامي بښني نه په ګټه اخيستلو خپلو سيمو ته راستانه شوي او د پخلايني غوښتني ته يي مثبت ځواب ويلي.
هم امريکايي سفير، زلمي خليلزاد او هم ولسمشر حامدکرزي له هغو طالبانو نه چي د غورځنګ د سر په سړو کي نه راځي په څو ځلي غوښتلي چي له حکومت سره جنګ پاي ته ورسوي او خپلي وسلي په ځمکه کيږدي. دوي ټولو طالبانو ته پرته له مشرانو نه يي چي شمير يي تر ١٥٠ نه اوړي عمومي بښنه اعلان کړي او هڅه کوي چي له اوسني حکومت سره له تيرو دريو کلونو راهيسي د خال خال جګړو روان سرخوږي پاي ته ورسوي. ",ښايي خليلزاد له طالبانو سره موافقې ته رسيدلی وي
2030,,"
١٣٨٣ د سلواغې ٢٦
کابل : د ولسمشر کرزي وياند جاويد لودين ورځپاڼه ليکونکو ته وويل چې ولسمشر کرزی د باميان لپاره يوه ښځه د والي په توګه ټاکي .
ښاغلي لودين وويل ټاکل شوې ده چې حبيبه سرابي چې پخوا د ښځو وزيره وه د باميان والۍ وټاکله شي .
ميرمن سرابي په دې خبر خوښي ښوولې او وايي په دې ډول به د افغانانو ځينې اداب او رسوم هم بدل شي .
دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې يوه ميرمنه د يوۀ ولايت مسووليت ترلاسه کوي .
",په لومړي ځل يوه ښځه والي کيږي
2031,,"
",د ښکلا مينه والو ته !
2032,نند اره,"
د پاکستان دولت د فبرورۍ په څوارلسمه دلته د اوسید ونکو کډوالو د شمېرنې امتحانی دوره پیل کړه -اصلی سر شمېرنه به د فبرورۍ په درویشتمه نېټه پیل او د مارچ تر څلورمې به دوام وکړی -په دغه سرشمېرنه اوه سوه پنځوس زره ډالره مصرف راځی چې یو-این-ایچ-سی-آر په ځان منلې ده-دوه زره کسان ددې پروسې لپاره په کار ګومارل شوی دی -اټکل دی چې ددې پروسې له مخې به په ټول پاکستان کې درې ملیونه افغانان ثبت او راجستر شی -
",په پاکستان کې د افغان کډ والو سر شمېر نه
2033,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧
کابل : په افغانستان کې د متحدو ايالاتو سفير او د ولسمشر بوش ځانګړي سلاکار تېره شپه خبر ورکړ چې د رالويدلې کام ايير پيدا شوې توره بکسه به امريکا ته ليږي چې د الوتکې د رالويدو په برخه کې پلټنې وشي .
ښاغلي خليلزاد څرګنده کړه چې دا توره بکسه د خلکو د باورونو خلاف د الوتک چلونکي او د هوايي ډګر د مسوولينو ترمنځ د خبرو ريکارډ نه لري .
افغان الاصله امريکايي سفير زياته کړه په دې تورې بکسې کې به يوازې د الوتکې په باب معلومات وي چې ښايي د لويدو دلايل ترې روښانه شي .
",د کام ايير توره بکسه امريکا ته ليږل کيږي
2034,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧
کابل: له اسلام اباد څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير پرون ( دوشنبه ) له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر بيا جوړولو خبرې اترې کړي دي .
جک سټرا به په دغۀ سفر کې درې ورځې په پاکستان کې تيروي . د پاکستاني مقاماتو له خولې ويل شوي چې ښاغلی سټرا به د افغانستان له مسالې سره جوخت د هند و پاکستان پر اړيکو هم خبرې کوي .
",برتانوی وزير له پاکستان سره پر افغانستان غږيږي
2035,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧
کابل:افغان ولسمشر حامد کرزي نن ( سه شنبه ) د برتانيا له لومړي وزير ټوني بلير سره پر تيلې فون د خبرو پر وخت په افغانستان کې د مخدره توکيو په باب خبرې اترې وکړې .
د ولسمشرۍ له لورې په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې راغلي چې دغه خبرې د افغانستان پر وخت د ماښام پر شپږو بجو ترسره شوې .
تمه ده چې سبا ( چارشنبه د سلواغې ٢٨ ) به د برتانيا د بهرنيو چارو وزير جک سټرا کابل ته راځي او دلته به له افغان چارواکو سره خبرې کوي . ",ولسمشر کرزي له ټوني بلير سره خبرې وکړې
2036,,"
",
2037,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧
افغان ولسمشر حامد کرزي د هند د بهرنيو چارو له وزير، نتوار سينګ، نه چي د سي شنبي په ورځ يي له کابل څخه ليدنه وکړه غوښتي دي چي هيواد يي دهغه غازد نل ليکي له پروژي نه چي له ترکمنستان نه پاکستان ته د افغانستان له لاري تيريږي ملاتړ وکړي.
د غازو د نل ليکي دغه پروژه چي څو ځلي د سيمه ايزو، امنيتي او نورو دلايلو لامله ځنډيلي که د افغانستان له لاري پياده شي، دې هيواد ته د کال د٣٠٠ ميليونو ډالره په ګټه تمام شي.
ښاغلي سينګ، نن له کابل نه ليدنه وکړه او په ولسمشر کرزي برسيره يي ددفاع له وزير، رحيم وردک، روغتيا وزير سيدامين فاطمي او د بهرنيو چارو وزيرعبدالله عبدالله سره د دوواړو هيوادو په اړيکواو مرستو سره خبري وکړي.
کتونکي په دي باور دي چي د نل ليکي غزول به هغه وخت شوني وي چي د ترکمنستان څخه راتلونکي ګاز د هند سترو مارکيټونو ته هم له همدي لاري ورسيږي.
د ښاغلي سينګ د سفر موخه د افغانستان او هند تر مينځ د ديپلوماتيکو او سوداګريزو اړيکو ټينګول او د افغانستان د بيارغاوني لپاره دپخوانيو ژمنو باندي ټينګار کول وو. په نوي ډهلي کي ځينو حکومتي سرچينو خبر ورکړي چي ښاغلي سينګ به چي له کابله وروسته اسلام اباد ته ځي ددواړو هيوادو له چارواکو سره د سوداګريزو توکو د ليږد په اړه خبري وکړي.
له بلي خوا، ټاکل شوي ده چي د برتانيي د بهرنيو چارو وزير، جک سترا، د چارشنبي په ورځ په يوۀورځني سفر کابل ته راشي. هغه به له ولسمشر حامدکرزي، له خپل افغان انډول عبدالله عبدالله او دفاع وزير رحيم وردک سره وګوري.
په کابل کي د بهرنيو چارو وزارت په يو ليکلي بيان کي ويلي چي ښاغلي سترا به له افغان چارواکو سره په افغانستان کي د امنيت د ښه کولو، پوځي مرستو، د نشه ئي توکو په ضد دهڅو په ګړندي کولو اوپه نورو سيمه ايزو چارو خبري وکړي.
برتانيه په افغانستان کي د نشه ئي توکو د ضد نړيوالي مبارزي مشري کوي او هم په سوله ساتو او هم په ايتلافي ځواکونو کي سرتيري لري چي د کابل په شمول په بيلابيلو ښارونو کي ميشت دي. ",کابل ته دبهرنيو وزيرانو پرله پسې سفرونه
2038,خالدهادي,"
ښاغلی حنان حبيبزی د ١٩٧٧ زېږديز کال د فبرورۍ د مياشتې پر ١٢مه نېټۀ د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله ګي د شينوارو په کلي کې زېږېدلی دی
ښاغلی حنان حبيبزی د ١٩٧٧ زېږديز کال د فبرورۍ د مياشتې پر ١٢مه نېټۀ د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله ګي د شينوارو په کلي کې زېږېدلی دی .
منځنۍ زده كړې يې په پيښور كې د سيد جمال الدين افغان په ليسه كې تر سره کړي او په ۱۹۹۶ كال كې د بغلان پوهنتون ( چې په هغه وخت كې د ناصر خسروي بلخي په نامه يادېده ) د ساينس له پوهنځي څخه فارغ شوی دی .
ښاغلی حبيبزی د خپلو ورځنيو ژورناليستيکو چوپړونو تر څنګ په هيواد کې دننه او بهر بېلابېلو ويبپاڼو ، ورځپاڼو ، مهالنيو او مياشتنيو خپرونو سره قلمي همکاري لري . او تر اوسه يې په لسګونو بېلابېلي څېړنيزي او مالوماتي ليکنې خپرې شوي دي .
د اوس لپاره ښاغلی حبيبزی د افغانستان په شمال کې د بي بي سي خبريال دی .
چاپ شوي اثار :
د هندوكش ازانګې شعري ټولګه
د شمالي ولايتونو تاريخي اثار تاريخي اثارو ته کتنه
( نا چاپ )
د لنډو كېسو ناچاپه ټولګه
اې لورې كتاب ژباړه ( ناچاپ )
د بيلا بيلو مقالو ناچاپه ټولګه
د ښاغلي حنان حبيبزي د شعر بېلګه :
خوب
د تنهاييۍ په زوړ پالنګ كې
سترګې پټې چې په خوب وكړم
ها تصوير دې
په نخرو كې را روان
راته له لرې
ځوروي مې كړوي مې
نه پوهيږم چې جادودی
او كه هسې خوب خيال
يا احساس د خوږې مينې
چې ګرځيږي راګرځيږي
زما د ذهن پر ګنبزو
سزا
ملګرو !
كرۍ شپه مې
د ليوني زړه سره په دعوا وم
هغه ويل زما د ژوند قاتل؟
هغه چې په تكه سپينه ورځ
د مژګان په غشو زه ويشتلم
له ما ورك دى
ما ويل ته د خيال پر دښته پلى
يو اواره يې
ليوني منله زما خبره كله
هغه خپل شليدلى ګريوان
او پرهار پرهار ټپونه
پر اوښكو ډكو سترګو
ما ته ښودل
ما په حيرت دده ټپو ته كتل
ده ويل يوې ښكلې
تش پر كتو دا سزا راكړې ده .
وچــــكالي
لويه خدايه لويه خدايه
وشوه دا څه ټكه چې
پيرزو دې يو څڅواكى
زما پر پټي نه كړ
هيلې كرونده مې
روږدې په باران وه
خړوبه به هم تا كړه
په شيبو شيبو باران
د للمې كرونده مې
لښتۍ به وې روانې
په كښت كې مې د للمې
اوبلۍ به بريښېدله
د غرونو لاروي ته
ګناګار به خدايه زه يم
خو غنمو دا خوار كښت مې
ماشوم دى بې ګنا دى
بې چاره كوچي دا ميږي
بې زبانه بې زيانه
بې ازاره بې ګنا دي
روزي يې تړل كيږي
وچكالۍ كې لويه خدايه
ستا لويه هستي خو
اوبو باندې ژوندۍ ده
جل وهلي خړ ډاګونه
څكې سترګې پاتې
ستا يو څڅكاوى خو دوى ته
زندګي ده
ونازوه خدايه
څاڅكو باندې بيا ته
رحمت له مى خانې نه
چې وغړوي دوى هم
د غاټولو سره غالۍ بيا
او رنګين رنګين فرشونه
له ګلانو نه اوبدلي ..
", حنان حبيبزى
2039,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧
د ٢٠٠٥ د فبروري ١٥ مه .
کابل : د پخواني شوروي اتحاد له جمهوريتونو څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې د فبروري ١٥ مه نېټه له افغانستان څخه د سرۀ پوځ د ځواکونو د وتلو په وياړ ښه په درناوي لمانځل شوې ده .
د مسکو د بري په پارک کې ګڼ شمير کسان ټول شوي و چې په افغانستان کې د وژل شويو روسانو يادونه وکړي .
د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له ١٠ کلنو جګړو وروسته د ١٩٨٩ کال د فبروري په ١٥ مه نېټه له افغانستانه وتلو ته اړ شول .
په دغو جګړو کې ١٥ زره سرې لښکرې تس نس شوې او په زرګونو نورې يې ټپي ستنې شوې .
بل پلو په بشکيک کې د قرغزستان ولس هم دغه ورځ د خپلو وژل شويو سرتيرو لپاره ولمانځله .
د قرغزستان د ولسمشرۍ د ګارډ مشر جنرال عبدي ګل جاتيوف په پلازمېنه بشکيک کې وويل چې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د ١٠ کلن يرغل په ترڅ کې ٥٠ زرو قرغزي سرتيرو ونډه لرله .
دغۀ قرغزي جنرال وويل چې په افغانستان کې يې ٢٤٢ پوځيان وژل شوي او په سلګونو نور پکې ټپيان شوي دي .
د قرغزستان په ګاونډ قزاقستان کې هم دغه ورځ د خپلو وژل شويو سرتيرو لپاره ولمانځل شوه .
په پلازمېنه الماتې کې په زرګونو کسان غونډ شوي و او د بې نومه سپاهي مجسمې ته يې د ګلانو ګيډۍ اېښودې .
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو په استازيتوب د قزاقستان ٢٢ زره سرتيري په جګړه بوخت و چې له هغو څخه ٨٩٨ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپيان شول .
د قرغزستان او قزاقستان دواړو هيوادونو څخه لا هم نژدې ٤٠ تنه سرتيري په افغانستان کې ورک دي .
د پخواني شوروي د ځينو نورو جمهوريتونو څخه هم داسې خبرونه راغلي چې د خپلو وژل شويو پوځيانو يادونه کوي .
د شوروي د سرو لښکرو په يرغل کې د ځينو اټکلونو تر مخه يو نيم ميليون افغانان ووژل شول خو د سرو لښکرو د ماتې په دې ورځ اوسني افغانستان د پام وړ غونډې او منډې نه لرلې .
",د سرو لښکرو د وتلو ورځ
2040,ننداره,"
پېښور- دپښتونخوا د یو کومیډي شاعر ظفر خان ظفر د کومیډي ها يکو ګانو لومړۍ ټولګه [د ناوې لور] چاپ شوله -هایکو د جاپان شعري صنف دی چې دې نه مخکې هم پرې د افغانستان او پښتونخوا شاعرانو کار کړی دی -خو د ناوې لور له ځانه سره ډېرې زړه راښکونکي نخرې راوړی چې مینه وال به یې له څنګه و نه خوزیږي -د ناوې د لور د نخرو دوه بېلګې ستاسو له پاره په انټر نټ یې ویل د څوارلسو یم چې راغله ښځه دشپېتو کالو وه ما هم د ځان په ځای نیکه له وکړه -------------------------------نا جوړه غوا یې هسپتال ته بوتلههغې ډاکټر په ژبه وسټلومالک یې ویل جوړ ورته سخی ښکاره شوې
",د ناوي لور- را ورسېده
2041,,"
",
2042,,"
د سلواغي ٢٨مه، ١٣٨٣
کابل: د برتانيي د بهرنيو چارو وزير، جک سترا، نن غرمه کابل ته راورسيد تر څوله افغان مشرانو سره د نشه ئي توکو په ضد دروانو هڅو په اړه خبري وکړي. دي به له ولسمشر حامد کرزي او د دفاع او بهرنيو چارو له وزيرانو سره وګوري او د ورځي په اخير کي به بيرته ستون شي.
دددواړه خواوو په منځ کي به د برتانيي او افغانستان اړيکي، سيمه ايزي چاري او د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه وڅيړل شي خو د خبرو د منځ ټکي به د نشه ئي داروګانو په ضد مبارزه وي.
برتانيه همدا اوس په افغانستان کي د نشه ئي توکو په ضد دنړيوالو منډوترړو مشري په غاړه لري.
د سي شنبي په ورځ ښاغلي کرزي د برتانيي له لومړي وزير، ټوني بلير، سره په ټيليفوني خبرو کي هم په همدي موضوع خبري وکړي او د حکومت ژمنتيا يي د نشه ئي توکو په له مينځه وړلو کي څرګنده کړه. همدارنګه دواړو مشرانو د هغو بزګرانو لپاره چي د کوکنارو په کرلوورځنۍ ګوزاره کوي د بديل ژوندچاري په پيدا کولو باندي ټينګار وکړ. ",دبرتانيي دبهرنيوچارو وزير کابل ته راورسيد
2043,سورغر توخى,"
تيره ورځ دنړيوال خوراکي سازما ن له خوا زابل ته ٤٠٠ ټنه خوارکي توکي رسيدلي دي
داموادپه زابل کي هغو پنځوولسواليوته چي له نورولسواليو او دکلات له ښارسره يې لاري دزياتي واوري له کبله بندي شوي و ې او په نوموړوسيمو کي دځايي اوسيدونکو په وينا دتوري ټوخي او والګي مرضونو هم زوراخيستى وه چي په هغي کي اتغر ،شملزو،کاکړانو ،شينکۍ او نوبهار ولسواليو ته دچورلکو لاري رسيدلي دي .""
چي پر خوراکي موادو سربيره په دې بشري مرستوکې دارو درمل هم شامل دى .
په کندهار کې دملګروملتو دفتر ويلي دي چي دوى به ډير ژر روزګان او نيمروز ولايتونو هغو سيمو ته چي داورښتنوله کبله يي لاري تړل شوي هم مرستي ورسوي.""
ديادوني وړده چي په زابل کي په دي ورستيوکې دتوري ټوخي اووالګي دمرضونوله امله ٥١ تنه وژل شوي وه اودلاري دبنديدوله امله په سيمه کې خوراکي توکي هم مخ پر ختميدو وه .
",زابل ته نړيوالي بشري مرستي ورسيدې
2044,سورغر توخى,"
په راروانو دواونيو کي به دکندهار دښکلالپاره به ٣ سوه زره نيالګي کښينول شي
په دې ورستيوکې دکندهار نوي والي ګل اغا ٢٨٠ سوه زره نيالګي دکندهار ښار په لارو کوځو واټونوکي دکښينولو هوډ کړى وه چي وروسته په کندهار کي ورا موسيسي ددي نيالګيو شماره ٣ سوه زروته لوړه کړه .""
په کندهار کي دورا موسيسي ١٢٠٠٠٠ زرو نيالګيو مرسته وکړه چي په روانو دواونيو کي به دښار په لاروکوځو واټونو تم ځاينوکي کښينول شي .""
دياونې وړده چي په دي ورستيوکې چي ګل اغا شيرزي کندهار ته دنوي والي په صفت راغلى دى پر دي کار سربيره يي دکندهار په ښار کې دماسټر پلان په عملي کولو هم لاس پوري کړى دى چي په دې کي تجارتي مارکيټونه بايپاس سړکونه او دښکلوڅلورلارو،لوړومنارونو او ددوه ٢ پارکونو چي يويي دښځولپاره او يو يې دنارينو لپاره شروع کړي دي او هم يې دکندهار په جنوب ختيځ کي کي د٦٠٠٠٠ زرو په نوي عصري سيسټم په پاخه ډول دلوړو منزلونو دکورونوجوړولو پر کار ونو لاس پوري کړى دى .
",د کندهار ښار په سلګونو زره نيالګيو ښکلی کيږي
2045,,"
",
2046,,"
د برتانيي د بهرنيو چارو وزير، جک سټرا، چي نن يي له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل اعلان وکړ چي ددۀ دهيواد په افغانستان کي د نشه ئي توکو په ضدد(مرستي) کچه دوه برابره کوي. په دې سره به د برتانيي نشه ئي توکو ضد د ٥٠ ميليونو ډالرو ژمنه ١٠٠ ميليونو ته رسيږي چي د ١٣٨٤ ليږديز لمريزکال په اوږدو کي به مصرف شي.
ښاغلي سټرا وويل چي نشه ئي توکو په برتانيه کي د ډيرو خلکو ژوند ويجاړ کړي دي. دۀ دا ومنله چي دا يوه ګډه ستونزه خويو ګډ مسئوليت دي چي افغانستان له نشه ئي داروګانو نه خلاص کړي. هغۀ افغانستان ته د خپل هيواد په اوږدمهالي ژمنتيا ټينګار وکړ او ويي ويل چي ددواړو هيوادو تر مينځ به ستراتيژيکه ملګرتيا تر هغه دوام وکړي تر څو چي يي افغانان غواړي. هغه له خپل افغان انډول ډاکټر عبدالله او دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ سره هم وکتل.
افغانستان تېر کال د نړۍ ٨٧ سلني اپيم توليد کړ چي دادنشه ئي توکو د توليدد نړۍ په کچه تر ټولو لوړه اندازه ده.
برتانيه په افغانستان کي د نشه ئي توکو په ضد د نړيوالو منډوترړو مخکښه ده.
",برتانيه د نشه ئي توکو په ضد دهڅو روپۍ دوچنده کړې
2047,,"
د(هيواد) مياشتنۍ سياسي او ټولنيزي مجلې د دوهم خپرنيز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه .
د نوموړي خپروني بنسټ ايښودونکی او دامتياز خاوند ښاغلی محمدداود عابدي او مسوول مدير يې سلطان محمود صلاح دی .
د هيواد په دې ګڼه کښي تر سرمقالې وروسته دا ليکني چاپ شوي دي :
انتخابات او دخلکو انتيک دريځ
اموزش وپرورش
امريکايي په چادرۍ کي
په کابل کي د امريکا سفارت
جانشين اخرين ميانه رو
تاريخ دوه رنګي نه مني
افغان د تعصبونو ښکار
افغانستان اوسني حالات
قرآني کيسې
دموکراسي په تله کي
هيواد په خپلو ډيرو ليکنو کي پر اوسني دولت ، او د امريکايانو پر شتون په پرله پسې ډول سختي نيوکي کوي ، د اوسنۍ ګڼي د مخ او شاپر پښتۍ يې هم د ستومانه امريکايي عسکرو انځورونه ځای کړي دي .
د هيواد مجلې په اړه نور مالومات له لاندي پتو ترلاسه کړئ
د هيواد سياسي خپروني برېښناليک پته داسي ده : grang1312@yahoo.com
ټيلفون پاکستان :00923005921322 ټيلفون امريکا: 0018184687105
",(هيواد) مياشتنۍ
2048,پوهنمل محمود نظري,"
دکج غيږ",دکج غېږ
2049,حنان حبيبزى = مزار شريف,"
حنان حبيبزى - مزار شريف ",وچكالۍ په مخه دې ......
2050,سعيد لودين - کاناډا,"
غزل
چي ورته څــــــو ځله مي خولې څخه ښرا ووته
خدای سته هغــو ته مي له زړه څخه دعا ووته
د څـــــــو تـــــاريکو واعظــــانو د ګفتار اثر وو
چي مـــــــو لـــه ذهـــــن او له زړه څخه رڼا ووته
دې ډبـــــرين ښـــــــــار کي وګړي مينه نه پېژني
ځکه له سترګو مي پسته اوښکه په غلا ووته
چي ته دلې وې زمــوږ قلا به هم روښانه وه تل
چي ته رهي ســــوې زموږ له کوره هم رڼا ووته
دې ربـــاطونو کي سعيــــــده آدم خور اوسېږي
دغــه مظلــــومه قـــــافله ولي تنهـــــــــــا ووته ؟
",غزل :: دغــه مظلــــومه قـــــافله ولي تنها ووته ؟
2051,سعيد لودين - کاناډا,"
غزل
زمـــوږ د تياره ښار د لښکر عجب بدرنګ سالار سو
د خپــــــلو وينې يې چښــلې خـــــو د ننــګ ســالار سو
چي پـــه خپل غېــــــږ کي يې ســــاتلئ او روزلئ و تل
د هغـــــــــه کلي پــــر ضد ولاړئ د اورنګ ســـالار سو
خـــــــــدای خبر دا بېــــړۍ به څـنګه تـــــر منـــــزله رسي
په دې اسمان غوندي درياب کي مو نهنګ سالارسو
ته په لمــــــــونځونو ، طوافــــــونو دې مقـــــام ته رسې
ذاهـــــــده زمــــوږ پر دغه لار د رباب ترنګ سالار سو
سعيــــــــده دلته حـــــــــق ويلو ته ســــــوځل ســـــــزا ده
ځـــــــکه و دې نمـــــرودي ښار ته مو پتنګ سالار سو
",غزل :: د خپــــــلو وينې يې چښــلې خـــــو د ننــګ ســالار سو
2052,هدايت الله هدايت - استراليا,"
څېړونکی: هدايت الله هدايت - استراليا
ايا لِبنان او سيمه د نوي کړکېچ خواته ځي ؟
( د لبنان وژل شوی لومړی وزير رفيق حريري )
د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق حريري وژنه چي د دوشنبې په ورځ د فبروري پر څوارلسمه نېټه په بيروت کې د يوې تروريستي عمل په جريان کې تر سره سوه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونود دولتونو د مشرانو لخوا په ډېر شدت سره وغندل سوه .
دملګرو ملتو دامنيت شورا هم د رفيق حريري د وژني غندنه کړېده او کوفي عنان د ملګرو ملتو سازمان عمومي منشي د يوې بيانيې په ترڅ کې غوښتي دي چې ددې ترور په اړه دي يو ګزارش جوړ سي.
دامريکاد متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په سوريه کې خپل سفير د يوې بېړنۍ مشورې دپاره واشنګټن ته را وغوښت او د حريري د وژني په هکله يې د سوريې و دولت ته د خپل خښم يادداښت سپارلی دی . امريکا لا پخوا دا تور لګاوه چې دسوريې دولت د تروريستي ډلو نه ملاتړ کوي.
خو سوريې لا سم دستي درفيق حريري د وژني تروريستي عمل په کلکه غندلی او هغه يې يو لوي جنايت بللی دی.
داسي ويل کېږي چې په بيروت کې دا چاودنه ، مرګ ژوبله اوډېري ورانۍ چې يې رامينځته کړيدي ديوه ډېر پېچلي او پر مختللي تروريستي عملياتو په څېر پلي سوېدی کوم چې عاملين يې دډېرو لوړو امکاناتو نه بر خورداره وه. دې چاودني چې د رفيق حريري او ١٥ نورو د وژني موجب و ګرځېده په لبنان کې يې يو ځل بيا د يوې لسيزي ثبات او کرارۍ نه وروسته د وحشت او وېري فضا را مېنځته کړه.
دلبنان او ددې سيمې حالات او ځانګړتياوي داسي سره شاربل سويدي چې د نفاق او بېلتون يو کوچنوټی بڅرکی کېداي سي چې دا کوچنی خو ډېر حساس هېواد د يوه نوي او ډېر لوي بحران و لوري ته ور کش کړي.
لبنان چې د تاريخ په اوږدو کې د بېلابيلو اديانو او طايفو د سوله ايزه او ګډ ژوند ډګر وو، د تېري پيړۍ د اويايمو او اتيايمو لسيزو په اوږدو کې د يو لړ کورنيو، سيمه ايزو او نړېواله عواملو په نتيجه کې د يوه پنځلس کلن کورني خونړي جنګ شاهد وو. ددې جګړې په وجه په زرګونو تنه بېګناه مسلمانان او مسيحيان ووژل سوه او ډېر ستر مالي زيانونه يې و ګالل.
دې هېواد د کال ١٩٩٠ را پدې خوا په تدريج سره د ملي پخلايني او سولي پر لوري ګام واخيست او په لبنان کې د بېلابيلو ښکېلو خواوو او ډلو خپل مېنځې خوابدۍ او اختلافونه يوې خواته پرېښودله.
په کال دوه زرم کې د صيهونيستي لښکرو د ماتې نه وروسته اسرائيلي پوځيان ددې هېواد نه وتښتېدل او لبنان يوځل بيا د سيمي او د نړۍ د ملتونو د پام وړ وګرځيد.
ددې هيواد د بيا جوړوني اود اقتصادي پياوړتيا په لوري حرکت چې د مرحوم حريري په توجه او تلاښ سره پلي سو ددې باعث و ګرځېده چې دا هيواد يو ځل بيا خپل مناسب ځاي دسيمي په اقتصادي ژوند کې پيدا کړي.
د رفيق حريري وژنه چې د لبنان دسولي او امنيت په ټينګولو کې يې ډېر وړ رول لوبولی وو اوس دا سوال را پيدا کيږي چې څوک ددې وژني نه ګټه پورته کوي.
داسي برېښي چې سيمه ايزه او نړېواله ځواکونه لکه د اسرائيلو صيهونيستي رژيم او د امريکا اداره غواړي يوځل بيا لبنان د کورني بحران و لورې ته راواړوې څو په دې ډول خپل پوځي او سياسي برﻻسی حضور د مېنځني ختيځ او د مديترانې په دې سيمه کې تثبيت کې.
دملګرو ملتو سازمان ١٥٥٩ پرېکړه ليک چې د امريکا او فرانسې په ملاتړ تصويب سو دلبنان ددولت نه غواړي چې خپل مځکنی تماميت د اشغالي سيمو په ګډون چې همدا اوس د لبنان د حزب ا لله په کنترول کې دي وساتي. په دې پريکړه ليک کې همدا رنګه د سوريې نه غوښتل کېږي چې خپل پوځونه د لبنان نه و باسي کوم چې همدا اوس يې ١٤ زره پوځيان په لبنان کې ځاي پر ځاي دي. سوريې او لبنان دواړو دغه پريکړه ليک رد کړی او هغه يې په خپلو کورنيو چارو کې لاسوهنه بللی ده. خو امريکا اوس هم پردې ټکي باندي ټينګار کوي چې دغه پريکړه ليک بايد پلی او سوريه بايد خپل پوځيان د لبنان نه و باسي! امريکا په دې ډول غواړي په لبنان او سيمه کې و خپل سياسي نفوذ او پياوړتيا ته ﻻ نور هم تازه تحرک ورکړي.د امريکا اواسرائيلو اصلي هدف دادی چې د سوريې او لبنان معنوي او فزيکي اړيکي سره و شلوي او په سيمه کې د سوريې د نفوذ او قوت اندازه کمه کړي.
ځيني کار پوهان په دې باور دي چې د امريکا او اسرائيلودداشاني لاسوهنو او حرکتونو اصلي هدف نه يوازي په لبنان کې د بحران او تشنج زېږول دي بلکه د سوريې د سياسي انزوا او بېلوالي په لاره کې چې د مينځني ختيځ په سيمه کې ډېر با ارزښته ځاي لري، هم يو څرګنده ګام دی. سره ددې چې د لبنان زياتره خلګ او ددې هيواد دولت د سوريې د پوځ د شته والي سره توافق لري او هغه په دي بحراني هيواد کې د ثبات او قراری عامل بولي خو که په داسي يو کړکيچن حالت کې د سوريې پوځيان د لبنان نه ووزي نو دا به داسرائيلو او امريکا دسياسي او پوځي مانورو د پاره ډېره لويه لاره خلاصه کړي.
اوس خو ډېر په دې باور دي او شواهد هم دا ښئي چې ددې تروريستي عملياتو تر شا چې په ډېر دقت او پيچلي ماموريت سره پلي سو يوازي کېداي سي چې د اسرائيلو د جاسوسي د سازمان د غړو لخوا چې پخوا يې هم د لبنان د چارواکو په هکله تر سره کړېوه، اجراء سي. اسرائيل غواړي چې د لبنان د سياسي رهبرانو په له مينځه وړلو سره که څه هم ددوي سره د ښو اړيکو غوښتونکي وي په دې هېواد کې د خپل حضور دپاره شرايط برابر کړي. تجربې هم دا ښودلې ده چې په لبنان کې ثبات او امنيت هيڅکله د اسرائيلو په ګټه نه وو.
د رفيق حريري په وژلو سره چې په لبنان او نړۍ کې يې ډېر ملاتړي درلودله اوس يې د لبنان حالات ډېر پېچلي کړيدي او ډېر په دې باور دي چې د حريري وژنه د مينځني ختيځ سيمه چې تازه يې په سوله او امن باندي باور پيدا کاوه که ددې سيمې هيوادنه په کورنيو شخړو کې را ښکېل نکړي نو يو لوي بحران به ضرور پکښې را مينځته کړي.
دلبنان ولس به اوس په ډېره هوښياری سره د خپل ملي وحدت په ساتلو او هغوي ته د لومړيتوب د حق په ورکولو سره به په دې و توانېږي چې داسرائيلو د نقشو او پر لبنان باندي د هغوي د بيا تسلط مخه ونيسي.
",ايا لِبنان او سيمه د نوي کړکېچ خواته ځي ؟
2053,عبدالهادي ريشأ - کراچي,"
ونګه، ونګه
بل مي پاروي ورور ته پـــه جنــګ ســـره
موږ نابود وي په هر نيـــرنګ ســـــره
يو افغان يې څو ځايـــه وېشــــلئ دئ
هر يو يې رنګړي په بــل رنــــګ سره
سانــدي دي بــغاري، سوي کــرږي دي
وړکي په زانګو کي په غورځنــګ سره
ګوري مور و پلار تــــه ژبه نــه لري
داسي ورته وايي په ونګ، ونګ سره
دا هيواد نيکو درتــــــه سپــــارلی دئ
وې ساتئ ترموږ پوري په ننګ ســـــره
مه پرېږدئ و مــوږ ته اينده بــــدۍ
يو سئ، متحد سئ په دړدنګ سره
ستاسي په يو والي کي بقا ده زموږ
واياست د ورورۍ اهنګ په شرنګ سره
ماته د ماشوم پـــــــر حــــال ژړا راغله
زړه د ريشـأ وسو په سـو ځنګ ســره
کراچي ١٣٧٣لمريز کال ",ونګه ونګه :: ساندي دي بغاري، سوي کرږي دي . . .
2054,عبدالله احسان - هالنډ,"
بېنوا فرهنګي ټولنه - افغانستان
( بېنوا فرهنګي ټولنه وياړي چې يوځايي يې ١٨ کتابونه چاپ کړل)
( د اوونۍ پېلوزی )",بېنوافرهنګي ټولنه وياړي چي يوځايي يې ١٨ کتابونه چاپ کړل
2055,,"
",
2056,,"
",
2057,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٩
کابل: يوۀ لوړ پوړي افغان چارواکي د بينوا وېبپاڼې ته خبر ورکړ چې ولسمشر حامد کرزى راتلونکې اوونۍ سعودي عربستان او هند ته په سفر وتونکى دى .
دغۀ چارواکي چې د خپل نوم له ښکاره کولو يې ډډه وکړه وويل چې ولسمشر کرزى به لومړى سعودي عربستان ته ځي او ورپسې به په هند کې د هغۀ هيواد له چارواکو سره ويني .
زموږ د سرچينو په باور په دې سفر کې به ولسمشر کرزى پر سوداگريزو چارو خبرې کوي .
د يادونې وړ ده چې همدا روانه اوونۍ د هند د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغلى و چې د سفر په ترڅ کې ولسمشر کرزي ورڅخه وغوښتل چې له ترکمنستان څخه د افغانستان په لاره د غازو د غځېدونکې نلليکې ملاتړ وکړي .
",کرزى سعودي او هند ته ځي
2058,,"
٢٩ د سلواغې ١٣٨٣
د مزار شريف په دوو ښوونځيو کې د پاکستان څخه نوي راستنې شوي ٧٠ کورنۍ په سړه سيلۍ کې د ډيرو سختو ستونزو او کړاونو نه ډک ژوند تيروي.
دوي د ښوونځيو په يخو کوټوکې له فرش پرته ژوند کوي او د ژمي دې يخنۍ ته په پام سره د اغوستلو لپاره هيڅ هم نه لري.
يواځي يو څه خوراکي توکي د ملګرو ملتونو د کډوالو د سازمان له خواورسره مرسته شوي ده خو دغه وګړي واي چې دوي له دولت څخه د زياتو مرستو غوښتنه کوي.
",د پاکستان څخه د راستنوشوو کډوالو ستونزي
2059,,"
جرمني : ١٣٨٣ د سلواغې ٢٩
د افغانستان د ښوونې او روزنې مخکينى وزير ومړ
کابل : اکادميسين فقير محمد يعقوبي تېره شپه ( د سلواغې ٢٨ ) په جرمني کې ومړ .
ارواښاد ٧٥ کلن و .
نوموړي پخوا د افغانستان د ښوونې و روزنې د وزير په توگه کار کړى دى .
",اکاډيميسن يعقوبي ومړ
2060,عبدالناصر (ريشاء) - لندن,"
دروند خوب
د افغـــا ن غښتــــــلې ځوانه ، لــــــــــــــه خوبو کله پاڅېــــږې؟
لــــمر خــــــــــــتلی ټـــول رهي سول ته به کــله چمتــــو کېـــږې؟
ستــا لټي ډېــــر تاوان پېښ کئ ،دکلــونو،اوقــــــــــــــرنو نو
پـــره دو کــــور او کــلۍ چور کړ، ﻻترڅو نه په پــــــوهېږې؟
چـي د پلار څه وه درته پاته, ټوله چور سوله نيستي سول
اوس مــلنډي بانـــدي کيږي، تـــه لا غــلی پاته کېـــــــــــــږې؟
تـر (نيکه) دي پزه پــرې ده، تر (بابا) پوري رنـــــګ زرده
اخـــير دوی تـه به څــه وايي؟ پرغفلت دي نه شـرمېږې؟
ژونـد ســـزا دخـوند، مينــدو نه د وړکو څه ښادي سته
دوی دي ستا د لاس په تمه، ته لا، لاس پر لاس غولـــېږې؟
",دروند خوب :: د افغـــا ن غښتــــــلې ځوانه
2061,,"
علامه رشاد بابا ته د لمبې ځانګړې شوې ګڼه له چاپه راووته
د لمبې پر له پسې لسمه او يوولسمه ګڼه، چي اروا ښاد علامه رشاد بابا ته ځانګړې شوې، د يو سل او يوولسو مخونو په لرلو سره له چاپه راووته .
په دې ګڼه كي د علامه رشاد بابا د دردناكي مړيني له امله د قلم د څښتنانو لنډ نظرونه، د علامه بابا د ژوند وروستۍ،ارزښتناكه مركه، او همداراز د علامه بابا په ياد كي د بېلابېلو مشهورو او نوموتو ليكوالانو ليكني او پېرزويني لوستلاى شئ، د يادوني وړ ده چي په دې ګڼه كي د علامه باباد ښكلو انځورونو څلور مخيزه رنګه البوم هم چاپ شوى دى .
",ځانګړې (لمبه )
2062,د نوې هيلي اداره _ سويډن,"
حبيب الله غمخور
١٧_فبروري ٢٠٠٥ ز.
دا درې ورځي کيږي چي په کابل کي زموږ دهيواد يو بيوزله شاعر او ليکوال ښاغلي غلام رسول خوشبخت چي دروان کال د ميزان دمياشتي په ٢٣ ورځ د تارياکو د قاچاق په تور له شمالي څخه کابل ته درا گرځيدو پر مهال دخيرخانې دکوتل د تلاښۍ دپوستې د وسله والو له خوا تر تلاښۍ وروسته نيول شوی دی . دده په وينا بېله دې چي هغه پخپل جرم خبر شي د ستري محکمې په حکم او پرېکړه د دوو کالو زندان په جزا محکوم او دکابل په زندان کي شپې او ورځي تېروي .
موږ دا درې ورځي د ټول افغان او بينوا په ويب پاڼه کي د ښاغلي خوشبخت په هکله دخپاره شوي خبر اودهغه په اړوند دنړۍ له گوټ گوټ څخه دافغانانو غبرگون له نژدې څارو دهغوی ليکني او غبرگونونه په مختلفو بڼو بيان شوي دي ،ځينو دا غبرگون په زيات احساساتي توگه چي دا هم بايد د معينو بنسټيزو دلايلو له کبله دمنلو وړ وي ښکاره کړی او ځينو بيا د معقولو دلايلو او نظريو په وړاندي کولو سره د ښاغلي غلام رسول خوشبخت سره دکورنيو چارو دوزارت او ستري محکمي د چارواکو پر چلند او کړنو گوت نيوني او نيوکي کړي دي او ټولو په يوه اواز دنوموړي ددوسيې د بيا څيړلو او د ښاغلي خوشبخت دتهمت په هکله د روڼ سپيناوي غوښتنه کړي ده ، مگر اړونده چارواکي تر اوسه پدي هکله چوپه خوله پاته دي .
په سويډن کي دنوې هيلي دنشراتي ارگان اداره کوم قضايي او تحقيقا تي اورگان ندی او نه هم له سويډن څخه دا پريکړه کولاي شي چي ستره محکمه او يا که ښاغلی خوشبخت صاحب پر حق دی . ولي د خپلي وطني او مسلکي دندي پر اساس اړ يو دداشان تاريکو مسلو دسپيناوي په خاطر چوپ پاته نشو. تر کومه ځايه چي د دا دريو کلونو تجر بو ښودلې ده او په وار وار دولتي چارواکو هم اقرار کړي ، دهيواد په داخل او بهر داشان کړونو او پرابلمونو پراخ انعکاس موندلی دی دا ثابتو ي چي له بده مرغه تر اوسه لا هم زموږ په هيواد کي د قانون پلي کول ستونزمن او دوسله والو کسانو برخورد د ملکي خلکو سره کله کله ډير ظالمانه ،له انساني کرامت نه ليري او له بعضي تعصبونو سره مل وي .
په همدې اساس کله چي موږ د نوموړي سره دتلاښۍ د وسله والو کسانو دبرخورد خپور شوی معلومات ولوست زموږ دټولني د اوسني نظامي ،سياسي او ملي اړيکو اوروابطو عيني حالت له يوه طرفه او دا چي زموږ د هيواد ټول ليکوال ،شاعران ، ژورنالستان يا دا امکان نلري او يا خو د هيواد امنيتي حالت دا اجازه نه ورکوي چي ديوه ولايت نه تر بل ولايت پوري په رسمي لباس کي سفر وکړي . څرنگه چي دتلاښۍ وسله وال کسان دډيرو هيواد والو د څرگندونو پر اساس اميرانه بڼه لري او کله کله بې گناه خلک ځوروي دا ځل هم دنوموړي سره دنورو پشان دچلند او تلاښۍ دشکل په مقابل کي ممکن هغه احساساتي غبرگون ښوولی وي چي دا کار به دده او وسله والو کسانو تر منځ د مناقشي عامل گرځيدلی وي ،پداسي حالاتو کي ډير ځله داسي پېښ شوي چي وسله والو کسانو د خپل واک او صلاحيت نه دقانون پر خلاف گټه اخيستي او هغه کس چي وسله وال ته يي درناوې نه دی کړی او يا دهغوي د هر نوع کړونو په مقابل کي چوپه خوله ندی پاته شوی په يوه او يا بل نا مه تورن کړی دی دا چي بيا د هغه سړي سرنوشت څه شوی چاته معلومه نه ده .
موږ دا قضاوت حاکمو چارواکو او هغو ته چي ديو انسان دسرنويشت په هکله دپريکړي صلاحيت لري سپارو.
وړانديز مودادئ :
١_ ترکومه ځايه چي ليکوالان ، ژورنالستان او نور فرهنگيان بيله قلم نه کوم زور نلري د ولسمشر ۍ داپرات او په ځانگړي توگه د فرهنگي چارو مشاور وزير بايد ددولتي دندي دنوم له مخي دفرهنگيانو قانوني مدافع او ملاتړي وي، او دولسمشر په مرسته دهغوي سره دهر چا لخوا چي وي دهر ډول زور زياتي مخه ونيسي .
٢_ دښاغلي غلام رسول خوشبخت هغه عرض پاڼه چي د ښاغلي کرزي صاحب په نا مه ليکل شوي او د هيواد دپيژندل شوو ليکوالو ،شاعرانو اودرنو علمانو لخوا د هغه د بيگناهۍ او مظلوميت تصديق او دښاغلي هيواد مل صاحب لخوا چي زموږ دهيواد پيژندل شوی ليکوال او فرهنگي شخصيت دی دعريضې راجع کيدل اړونده وزارت ته پخپل ذات کي دا مانا لري چي ښاغلي هيواد مل صاحب ته هم دغو ليکوالو او پوهانو قناعت ورکړی چي دښاغلي خوشبخت سره تادا شوې .
د غوښتنليک ( عريضې ) ددوران جريان چي حتی د تورنو کسانو په لست کي دهغه نوم نشته او دهمدغي اداري مسؤلين هم تعجب کوي چي داکار څنگه شونی دی چي دوی خبر نه دي مګر يو سړی څومياشتي په زندان کي ناست دی موږ د کورنيو چارو او قضايي قواوو چارواکو کړنو ته حيرانوي، د خنداوړ خو لاداده چي هغوي خبر نه دي چي پر هغه باندي دستري محکمي پريکړه هم شوي ، ولي تر اوسه په توقيف کي ناست دی .
٣_ ښاغلی خوشبخت وايي چي زماڅخه کومه پوښتنه نه ده شوې او نه يې هم زما سره کوم تارياک نيولي او ځان بيگناه بولي ډيه جالبه ده چي بېله پوښتني او تحقيق يو چا ته دوه کاله دزندان تيرولو جزا ورکول کيږي .
داشان کړنه او دهغه په هکله پريکړه زموږ سره داسوال پيدکوي چي ولي دادري ورځي دکورنيو چارو وزارت چارواکي او ستره محکمه چوپه خوله پاته دي ، په ټوله نړۍ او زموږ په هيواد کي هم د منل شوو قوانينو له مخي مطبوعات دا واک او حق لري چي ددولت د هر ارگان کړني تر گوت نيونې لاندي ونيسي او يا ددولتي چارواکو دقانون خلاف کړني بر بنډي کړي ، بېله دغه شکل چلند نه دموکراسي يوازي او يوازي تش شعار دی ،ولي دولتي ادارې او په ځانگړې توگه هغه اداره چي دهغې په اړوند گوت نيونه شوې حقو قي دنده او صلاحيت لري چي دخپلو کړنو نه دفاع وکړي او دخپلو پريکړو دسپيناوي دلايل ووايي . په دغه ځانگړې موضوع کي هم څارنوالي او ستره محکمه بايد هغه اسناد او شواهد چي دهغو پر بنسټ يې پريکړه کړې اودا ژورنالست يې په دوه کاله زندان محکوم کړی د هيواد والو د قناعت او خبر تيا لپاره د هغو فرهنگيانو په واک کښي ورکړي کوم چي دهغه د بيگناهۍ ننگه يې کړې ده ، د افغان ولس نه هيڅ بايد پټ نه وي يوازي هغه دولتي رازونه چي ملي گټو او ملي امنيت ته خطر رسوي کيداي شي پټ وساتل شي .
په همدې اساس په کلکه غوښتنه کوو د ښاغلي خوشبخت صاحب دو سيه دي له سره وڅيړل شي او دڅيړنو په وخت کي دي خوشبخت صاحب ته دقانوني دفاع دحق په ورکولو سره دغو ښاغلو ته هم چي دهغه پر عريضه کښي يې دهغه دبيگناهۍ تصديق کړی امکان ورکړه شي چي د تحقيق جريان له نږدې وڅاري تر څو دهغوی او خوشبخت صاحب قناعت حاصل شي او هغوي د خوشبخت صاحب دجرم په هکله افغان ولس ته معلومات ورکړي . په هغه صورت کي به دا ثابته شي چي په رښتياهم ستري محکمي دعدالت ، شواهدو او مجرم داقرار په اساس پريکړه کړې ده ،غير له هغه نه به دافغان ولس سره دا سوال چي ستري محکمي په پټو سترگو او يا دکوم تعصب له مخي پريکړه کړي د ابد لپاره بې ځوابه پاته شي .
٤_ دکورنيو چارو ښاغلي وزير څخه چي زموږ دهيواد پيژندل شوی ليکوال او ژورنالست دی غوښتنو کوو دکورنيو چارو وزارت دامنيتي پوستو مسؤلين دافغان کړيدلي ولس سره دانساني او معقول سلوک او برخورد په کولو مکلف کړي او دامنيتي چارواکو کړني چي همدا اوس په مختلفو برخو کي خلک شکايتونه لري تر خپل مستقيم کنترول لاندي ونيسي . دکورنيو چارو وزارت کارمندان هغه لمړني کسان او ددولت استازي دي چي دهغوي دکړنو په اساس د يو حاکميت په هکله لمړنۍ قضاوت کيداي شي .
٥_ دهيواد پدغو ستونزمنو او کړکېچنو شرايطو کي چي ډير هغه کسان او زورواکان چي ورو ، ورو دخپل دواک او ځواک زيوال ويني او دا پړه کله پر قومي تعلقاتو ، اوکله بيا پر ژورنالستانو او دقلم پر خاوندانو اچوي . ځکه همدا دقلم خاوندان او غښتلي ژرونالستان دي چي د افغان ولس سره هره ناروا کړنه او چلند رسوا کوي . په همدې لحاظ دحکومت،د عدل او انصاف دپلي کونکو څرگنده دنده بولو چي هره پريکړه او کړنه د افغانستان د اساسي قانون ،مطبوعاتو د قانون او اتباعو دبشري او اجتماعي حقو قو داصل په رڼاکي تر سره شي .
٦_ اړينه يي بولو دليکوالو او ژورنالستانو په گډون په ځانگړي توگه داسي يوه ناپييلي ټولنه جوړه شي چي په ټول هيواد کي د ليکوالو ،ژورنالستانو ، او نورو فرهنگي شخصيتونو د قانوني او رواحقو قو نه دفاع وکړي . که چيري دفرهنگيانو مربوط کوم کس په کوم تهمت نيول کيږي داټولنه بايد تر هر چا دمخه خبره شي . هدف مو دادی چي که مطبوعاتو او فرهنگيانو ته دقدر په سترگه کتل کيږي او دولتي چارواکي دا په عمل کي مني چي مطبوعات په دولت کښي څلورمه قوه ده ،داساسي قانون له مخي دمقنينه قوې غړي يعني وکيلان د قانون له مخي ځانگړي مسؤنيتو نه لري او که کوم وکيل د امنيتي چارواکو لخوا تر تعقيب لاندي نيول کيږي او ياهغه گرفتاريږي بايد دا کار د ولسي جرګې ددارلانشأ په مشوره اواجازه سرته ورسيږي . پدغو خاصو شرايطو کښي تر هغه وخت پوري چي زموږ امنيتي ارگانونه ، څارنوالي او قضا دقانون دپلي کولو سره عادت پيداکوي او ددموکراسۍ د ريښتني بڼي پلي کيدو ته غاړه ايږدي ، هغه پخپلو کړونو کي په عملي بڼه پلي کوي او هر څه د عدالت پر بنياد سرته ورسيږي دفرهنگيانو او مطبوعات چيانو دقانوني حقو قو ددفاع ټولني ته دي هم د ولسي جرګې ددارلا نشأ صلاحيت ورکړه شي .
زموږ په عقيده په دا شان يو هيواد کي چي دگوتو په شمېر پوهان ،ليکوالان او ژورنالستان ولري دولت ته يې ښايي چي دهغوي سره ځانگړي مرستي وکړي ، او دټولني فرد فرد ددغه شان کسانو درناوی او عزت وکړي .
يو ملت هغه وخت مري چي ژبه او کلتور يي مړشي د ژبي او کلتور يوازنې ژوندې ساتونکي همدغه د قلم او فرهنگي پوهي خاوندان دي . راځئ ! هغوی ته د امن په فضا کښي د ژوندکولو لاري چاري وسنجوو .
دحقيقت او عدالت دپلي کيدو په هيله
په سويډن کي دنوې هيلي دخپرنيز ارگان اداره
",(نوې هيله ) د زنداني شاعر په اړه احتجاج ليک
2063,,"
له جلال اباد څخه د ساغر راپور
د فبرورۍ اتلسمه / جلال اباد
خلک تښتي
د ننګرهار د ځينې سيموخلک چې د طالبانو په حکومت کې يې کار کاوه له دې امله کورونه پرېښې دي چې د دوئ پر وينا پوليس يې د طالبانو سره د اړيکو په تور تورنوي.
د جوزجان وﻻيت نه راکډه شوى ګل ولي چې اوس د جلال اباد په سراچه کې اوسېږي.وايي چې د طالبانو په وخت کې يې په نوموړي وﻻيت کې د ښوونې او روزنې د رياست د اداري مديريت په څانګه کې د يوه کم وخت لپاره دنده پر مخ بيوله، او کله چې د طالبانو حکومت له منځه لاړ د هغه ځاى چارواکو ونيوه.
نوموړى وايي.((زه په دې تور چې د طالبانو په وخت کې مامور پاتې شوى ووم...زمکه رانه د دوستم کسانو واخيستله او زه ونيول شوم خو ترې راوتښتيدم او ډېر زر مې ننګرهار ته رامخه وکړه )) ،
ده دلته د کومې وېرې د احساسولو په اړه وويل.((دلته کومه وېره نه لرم ځکه چې زما نيونه د هغه ولايت د د چارواکو شخصي خوښه وه اوکومه قانوني بڼه يې نه درلوده)).
د نوموړي په وينا هيڅ جرم يې نه درلوده او داچې د طالبانو د وخت دنده يې په تېرو حکومتونو کې هم کړې وه.
هغه وايي.(( د سرخرود ولسوالۍ اوسيدونکى حاجي شېر محمد چې په پېښور کې اوسېږي او ننګرهار ته د خپل خورې د واده په مراسم کې د گډون لپاره راغلى وو سولې او جنګ راپور ورکوونکې ادارې ته وويل چې د طالبانو په وخت کې په خپله ولسوالۍ کې د تذکرو مامور پاتې شوى ځکه خو بيا وتښتيده.
نوموړي وويل.((زه پيښور ته ځکه لاړم چې هره ورځ به راپسې پوليس راتلل او نوره مې ګوزاره نه کېده.....)) . هغه زياته کړه .((اوس هم په پټه راغلى يم او که پوليس خبر شي نو سمدستي به مې ونيسي)).
د ده پر وينا کوم جرم يې نه دى کړى او پوليسو فقط د پيسو لپاره نيوه.دى وايي.((پوليسو نه يو لک روپۍ غوښتي او راته يې ويل چې که دلته ژوند کول غواړي په دغو پيسو د طالبانو د ليست نه وباسو)). د نوموړي په وينا نه خو ورسره دغومره پيسې وي او نه يې هم د يو ناکړې جرم د څه سزا د ګاللو په حق کې وو.
د ننګرهار د خوګياڼو اوسيدونکى ولي محمد کنډيوال د خپل هغه ورور(نورمحمد) چې اوس د هالينډ په هيواد کې دى او د طالبانو په وخت کې د ننګرهار پوهنتون محصل وو د خپل وطن نه د تېښتې کيسه کوي او وايي چې هغه مجبوره وو چې له دې ځاى پښې سپکې کړي.
نوموړي وويل.((نور محمد په پوهنتون کې ليليه نه درلوده نو د مجبورۍ له امله يې د طالبانو په يوه نزدې پوسته کې د شپې د څوکيدارۍ دنده واخيسته ....يوه ورځ ده ، هغه سړى چې د پوستې والا د غلا په تورنيولى وو د شپي خوشې کړ ځکه چې د تورن سړي نه ﻻس غوڅېده.........همدغه وو چې زما ورور پوسته او پوهنتون پرېښوده او دا چې طالبان ورپسې هر ځاى کې د سيورې غوندې ګرځېدل نو ځکه وطن پرېښودلو ته مجبوره شو)).
د ولي محمد په وينا د ده ورور( نور محمد) غوښتل چې د طالبانو له سقوط نه وروسته بېرته هيواد ته راستون شي خو دا چې د دې ځاى پوليسو ورپسې لټه شروع کړې وه او ويل يې چې هغه د طالبانو په دولت کې دنده اجرا کړې وه.
ولي محمد کنډيوال وايي.((دلته روزانه زمونږ کور ته پوليس راځي او وايي چې نور محمد راته حاضر کړئ ځکه چې هغه طالب وو.......مونږ خپل وروردوئ ته په سپارلو په زوره د بلا په خوله کې نه شو ورکولى... )).
د جلال اباد ښار د مجبور اباد سبحان الدين قاضي زاده بل هغه تن دى چې پر وينا يې يو ورور د ورته پېښې له امله په لندن کې د مساپرۍ شپې ورځې تېروي.
د ده پر وينا د ده ورور سيف الدين په ننګرهار کې د عربانو په پيسو د چليدونکي پوهنتون ((ننګرهار ساينس او ټکنالوژۍ پوهنتون)) محصل وو اودهغه لاريون چې د دغه پوهنتون محصلينو په عراق باندې د امريکا د دولت خلاف کړې وه مشري کوله.د سبحا نالدين په وينا له همدې امله يې ورور يوځل بندي شو او کله چې يې د پيسو له ﻻرې راخوشې کړ نو خارج ته وتښتيده.
هغه چې ډېر قاريدلى معلومېده وويل.((ﻻريون کول د هر چا حق دى ....عين امريکايي عوامو هم د خپل دولت په خلاف ﻻريونونه وکړل .........نوبيا ولې دلته پوليس دهغوئ ورور غواړي او وايي چې بايد دوئ ته حاضر کړلى شي)).
خو د ننګرهار د امنيې قوماندان حاجي حضرت علي بيا وايي چې دوئ هيڅ بې هيڅه څوک نه په تکليفوي او خامخا کوم دليل به لري،
نوموړي وويل .((مونږ د هر چا پسې نه ورځو او نه ترې پوښتنې کوو...او چاپسې چې پوليس تللي يا يې غواړي هغوئ به خامخا د دولت سره کومه دوسيه لري)).
نوموړي زياته کړه.((مونږ سره په ادارو کې اوس هم داسې خلک شته چې د طالبانو په وخت کې يې هم په همدې پوستونو کار کاوه خو مونږ ورته څه نه وايووځکه جې پاک او بې ګناه دي.........خو هغه ځوک چې دولت پرې ملاحظات لري هغه بېله خبره ده)).
",دننګرهار يو شمير اوسيدونکي نيوکي لري
2064, محمدساغر - جلال اباد,"

2065,,"
د ١٣٨٣ د سلواغې ٣٠
کابل : په افغانستان کې مرستندويې ټولنې ويره لري چې د روان ژمې او سختې يخنۍ له امله په دغۀ هيواد کې ١٠٠٠ ماشومان تر اوسه وژل شوي دي .
دغه ټولنې وايي خوارځواکۍ هم په دې وژنو کې لاس لرلى دى . ډيرې لارې تړلي دي او د يخنۍ له امله د بې وزلو خلکو د خوړو زيرمې هم په تماميدو دي .
څو ورځې وړاندې افغان حکومت ويل چې تر اوسه سختې يخنۍ ٢٦٠ کسان وژلي دي . ",افغانستان کې يخنۍ ١٠٠٠ ماشومان وژلي
2066, پنډت ويجۍ اوكابلي ـ هند,"
ليكوالان : پنډت ويجي اوكابلي ـ هند
دڅانګې مجلې ديوې ليكنې اړوند اوهند ته دښاغلي كرزي دسفر په درشل كې دلته يې ولولۍ
هند په رښتياهم له افغانانو سره
ددښمنۍ له مخى دا اوسنى كړه وړه پيل كړى دى؟
داهغه پوښتنه ده چې په دغه باره كې هره ورځ زموږ يوشميردوستان دلته اوهم په افغانستان خبرې كوې اووايې چې دارښتيادى كه درواغ ؟
موږ غواړو په دغه هيوادكي دعيني پيښودشاهدانو په توګه خپل نظر ګرانودوستانواوهغوىته چې په مسايلو خبردي اواوس هم سترګې پرې پټوي يوڅه ووايواوپه دغه برخه كې لږغوندې سرسري رڼاواچوو.
هندوستان په آسيااوسيمه كې له هغوهيوادوڅخه دى چې له افغانستان اوپه خاصه توګه له پښتنوسره تاريخى، فرهنګي ، اوكلتورې ژوراړيكي لري، داسې اړيكي چې دغه دوه ملته په هيڅ ډول له يوه اوبله نه بيلولاى شي اونه يې بيل ښودلاى شي .
ددغې خبرې عوامل خورا زيات دي چې دلته په دغه لنډه تنګه مقاله كې يې ويل لږ گران بريښي، يوازى دلته غواړو دومره ووايو چې دغو اړيكوته دنژدې يوې لسيزې په اوږدو كې په شعوري توګه ديوشمير زدوبندو له مخې خورا زيات زيان ورسيد.
دډاكترنجيب الله په وروستيو ورځوكې خادستي كړيو او د نهمي لسيزې په پيل كې ملايې واکمنۍ دهند اوافغانستان دغه اړيكې چې پرملې بنسټونوپيل شوي وو، له خپل اصلې اوطبعيې مسيره په بله خواكړل . په دې مانا چې دهند دولت پخوانيو روسې پلوو څيرو لكه محمود بريالي ، اناهيتا اويوشميرنورو ته دالاره چاره برابركړه چې دوى بايد له ځان سره وساتې اوكه په كارشول كيداى شوه چې له هغوڅخه دپاكستان پرضداودپخواني شوروي سره دهند دښواړيكوله مخې چال چلند وكړي اوياكارترې واخلي .
دغويارانوهم هند ته ديوې مودې له پاره له ځانوداوړو ليوان جوړكړل ، خوداچې هندي چارواكوهم افغانستان پيژاند اوهم ددوى په اهميت پوهيدل ډيرژريې هغه تنخواوې چې په لومړيوكې وركولې پرې ودرولې اودوى ناچارشول چې له هنده دبل هيواد په لوركډه شې. هغوى په خپل وار په هندكې ترزياتې اندازې هڅه وكړه چې دهنداوافغانانو د(تاريخې دوستۍ)خبره په (كين اړخې دوستۍ) كې خلاصه كړي ،ان چې ديوشميرجنايتكارو غړو(فقيرنبې چې وروسته يې په قاچاقو اووژنو كې نوم راووت اودنيولو له پاره يې دهند دولت لكه داسامه بن لادن غوندې نغدي انعامونه وټا كل ) سرونه يې په يوشميرهندې سريالونو لكه (ګريت مرهټه ) هم راڅرګندشول . چې دخپلوتاريخې وياړونوسپكاوى يې دهندد بازارۍ سينما ددلالانوپه وړاندې وكړ.
دادهغويارانو ډالۍ وه چې په خپل وخت كې ېې ترسره كړه، په نويمه لسيزه كې چې ملايې دوره پيل شوه، يوځل بيا دافغانستان استازيتوب په دغه هيوادكې داسې كسانو ته ورسيد چې نه يې ځان پيژاند اونه يې خپل كلتوراوتاريخ، دمجددې صاحب په بادوزرې واكمنۍ كې خودهغه پلويان په افغاني سفارت ورغلې وو ، څه قالينې اولوكس شيان چې په دغه سفارت كې ووهغه ېې دخيلوكورونوپه نامه له دغه سفارته يووړل چې ترننه پورې يې كيسۍ دخلكو اوان دسفارت دكاركونكوله ياده نه دي وتلې. دانجينرايشان جان په نامه چې په رښتياهم هغه دافغانستان دبربادۍ له مسلك وركوانجينرانويوو ربانې صاحب هند ته دسفيرپه توګه راوليږه چې نه په خپله پاليسي پوهيده اونه د هند موږ دده دناپوهئ په اړه نورڅه نه وايو ، خويوه كيسه يې چې خلكو اوخپله هنديانوته دحيرانيتاوړوه هغه داوه چې دى كله هند ته په سفارت ورغى ده دهند داساسې قانون خلاف غواقرباني كړې وه چې ان دهند دباندنيوچارو وزارت پرې خبر شو اوخپل ګواښ يې په رسمې توګه په هغه وخت كې پرافغانستان باندې تراوسه ديوه يادګار په توګه پاتې دى . دغه ښاغلې په خپله دوره كې هغه پيسې چې ددوى په اصطلاح كمونستانو په خپل دوران كې ددغه سفارت حساب ته لږدولې وې، څه په هند اوڅه نورې په امريكا كې خرڅې كړې (ځكه چې دى دامريكا استوګنى واويوه ميرمن هلته اوسيده). دده دصلاحيت واكمني دومره محدده وه چې دهند په يوه عادي اداره كې دده په سپارښتنه هيڅ هم نه كيدل .
دده په وخت كې په ټول سفارت كې يوپښتون نه وچې دپښتنو مراجعينوسره يې په تيره چې په فارسې به نه پوهيدل خبرې وكړي. دى و چې دسفارت پرمخ پښتولوحه يې په فارسي بدله كړه او ترنن پورې همداسې پاتې ده چې موږ كله كله پرتېر وزو چې دا دافغانستان سفارت دى كه دايران ؟
په ۱۹۹۶ كال كې چې لاطالب يارانو دكابل په كوڅوكې غړانګې نه وې پورته كړې لادربانې صاحب دكابل دچوراوتالان لړۍ روانه وه چې له پاكستانه راشړل شوې مسعود خليلې يې هند ته دسفيرپه توګه راوليږه. مسعود كلونه مخكې په ډيلې پوهنتون كې درس ويلى و، تركومه ځايه ېې چې علمې ريكاد معلوم دى ، دخپل وخت په افغاني زده كوونكوكې په علمې لحاظ ډيركمزورى زده كوونكى و.خوداچې پلار يې په كابل كې په رسمې لحاظ دپاملرنې وړسړى و، په ډيلې پوهنتون كې هم زياتره دفارسي ژبې داستادانو په مرسته كاميابيده، ددې خبرې يودليل داهم وچې كله له هند افغانستان ته بيرته ته ، نه ېې هندي ژبه زده وه اونه هم په انګريزي غږيداى شو.په هندي اواردو خواوس هم نه پوهيږي ، انګريزي يې هم دجهاد په كالوكې په پاكستان اوامريكاكې اصلاح كړه.
دغه ځوان په همدغه كال هند ته راغى، جالبه خوداوه چې ده هندي چارواكو ته دا ورښوده چې ګواكې دى پاكستانې چارواكو په دې خاطرچې ده په هند كې زده كړې كړې له هغه هيواده راويوست .خوهنديانوته بيا داخبره برعكس ښكاريده ، په زياترو علمي ټولنوكې داخبره داسې انګيرل كيده چې نه، دى درواغ وايې ، دى په پاكستان كې دجهاد په مهال په اصطلاح سياسې كاركونكې و اوداسې كسانو دپاكستان له استخباراتوسره خامخا كاركړى اوښايې اوس هم له هغو سره تړاو ولري. په اول كې داخبري وې خووروسته داخبره په دې سړه شوه چې طالبانوكابل ونيو اوهند هم له نورو هيوادو لكه روسيې، ايران اود ربانې له حكومت سره خپله نوې پروژه پيل كړه، دغه حالت هند ته داموقع ورنه كړه چې دښاغلې خليلې په باب دسپيناوې له پاره وخت ومومې ، بله مهمه خبره چې په همدغه مهال په هندكې رامنځ ته شوه هغه داوه چې دكانګرس پرځاى د (بې جې پې ) ګوند په ټاكنوكې بريالې شو اوپه عين حال كې په كشميركې دهنداوپاكستان ترمنځ دكارګيل جگړه رامنځ ته شوه .
مسعود خليلې په دغه مهال له بې جې پې سره داسې نژدي شو چې ان خپل پوځې قوماندانان په تيره هغوى چې دچريكې جګړو تجربې يې درلودې په پټه دكشميرجبهې ته دهندې پوځيانو دمرستې په خاطراستول،اوداداسې مرسته وه چې په دغه مهال اسرايلي پوځي سلاكارانوهم دهندحكومت ته وركوله جميعتى قوماندانان هم هندته په همدې مقصد راغوښتل كيدل . دجمعيت نامتوقوماندان احمدشاه مسعود هم له ۱۹۹۷ څخه تر۲۰۰۱ كال پورې درى سفرونه په خورا پټه توګه هند ته ترسره كړل . دكولاب د قوماندانۍ زياتره لوژستيكې اوطبې اړتياوې چې دطالبانوپرضد خورامهم مركزو دهند دولت تمويلوله، ان ويل كيدل چې دطالبانوپرضد جګړوكې هندې سرتيرو هم برخه اخيسته .
په هندكې كانګرس يوازنۍ ګوند و چې زړومشرانو به يې تل په دولت باندې انتقادونه كول اوويل به يې چې هند اوس دافغانستان په وړاندې دتاريخۍ دوستې پرنسيپونه له ياده ايستلې ، دافغانستان داكثريت دوستي يې داقليتونوپه بې باوره انډيوالۍ باندې اړولې ده، كوم څوك چې نن سباپه هندكې دافغانستان داستازې په نامه دلته دي دوى په هيڅ وجه نه دافغانستان دخلكو نمايندګان دي اونه يې دهند خلك دهغوى داستازو په توګه پيژنې، دهند يونامتو سياستوال ښاغلې( ويدك ) چې په ډير وبرخوكې يې موخې له (بي جي پې) سره يوشان هم وو تل داخبره كوله چې ترشمالې ټلوالې خوطالبان زموږ سره ښه تفاهم كولاى شي ، اوحكومت ېې هڅاوه چې بايد له ځانه يې لرې نه كړي .
خوداكار دنړيوالوفشارونواوپه هغه مهال دهند اوپاكستان اړيكو نه ايجاوه ځكه په دغه برخه كې پرمختګ ونه شو.اوګانګرس ديوې اوږدې مودې له پاره دهند دسياست له ډګره په يوه خوا پاتې شو.خوله دې سره سره هم دهند خلك په دې باوري وواودې چې دهند دوستې له پښتنوسره داسې يوتاريخي اوانسانې پيوند دی چې هيڅ ډول سياسې معاملې هغې ته زيان نه شي رسولای .اوهرڅوك چې په دغه اړه كه په هند كې وې اويا په افغانستان ناوړتيا ترسره كوې مخ به يې توروي . اوتاريخ به خپله داپريكړه په رشتياسره عملي هم كړي .
مسعود خليلي په رښتياهم په هند كې ديوه ملې افغان چارواكي په توګه نۀ بلكې ديوه ښه ګروپې استازي په توګه له (بې جې پې) سره خپله دنده ترسره كړه. دده په مهال دهند اوافغان دتاريخۍ دوستې په برخه يوګام هم پورته نه شو، دهند دپښتنوپښه دافغانستان له سفارته ونيول شوه، هغوى چې پخوايې دغه سفارت خپل كور باله اوس دومره لرې ترې تلل اولاترې ځي چې فكريې كاوه دادروس اوياهم دايران سفارت دی ، په نژدې يوه لسيزه كې دهند له پښتنوسره داړيكو يوازنې ځاى په جواهرلال پوهنتون كې پښتوڅانګه وه چې هغه هم په يوه استاد پورې اړونده وه چې له هغه سره هم سفارت دزړه په زور اړيكې ساتل اودهغه استاد له علمې اواكاديميك نفوذه يې دځان په ګټه كاراخيست .
اوس چې دافغانستا ن دولت هغه استاد هم له دندې لرې كړ، هغه يوه فرهنګې هيله هم نوره نه ده پاتې، په هغه ورځ چې په جواهرلال نهروپوهنتون كې ددغه استاد دخداى پامانې غونډه ددغه پوهنتون داستادانو اومشرتابه هيات له خواجوړه شوې وه ښاغلي مسعود ته هم بلنه وركړه شوې وه چې هلته بايدراشي، خورانه غۍ اوخپل يوعادي مامور يې ورليږلىو. پوهنتون غوښتل چې له ښاغلې مسعود څخه ددغه استاد دپاتې كيدوهيله وكړي .
لنډه داچې مسعود په هند كې دافغانستان دنماينده په توګه نه څوك پيژنې اوكه دافغانستان اوسنى حكومت په دغه مهم اوتاريخې پړاوكې دغو اړيكوته نورهم په سرسري نظروګوري، داسې فكركيږي چې افغانستان به د اسياپه راتلونكې سياست اوهمداراز په علمي اوساينسي اونوروبرخوكې له هنده پرته كوم بل خواخوږى ونه لري ، دا به دغه هيواد ته ترټولوښه وي چې له هند سره په دغه برخه كې ديوه رغنده ګام په فكركې شي.اوداكارهغه مهال ښه كيداى شي چې افغانستان په هرډول كيږي دهند په وړاندى خپله جميعت پاله پاليسي په يوې پراخى ملي پالې پاليسۍ باندې واړوي اوترهرڅه دمخه په دغه هيواد كې ديوه نوي استازي په فكركې شي .
زموږ ښه په ياد دى چې په ۱۹۹۸ كال كې دكويټ دهيواد دآزادۍ كاليزه وه، هلته دنړى دهيوادو سفيران اودهند ددولت يوشميرمشرانو هم ګډون كړى و، په دغه غونډه كې ايم احمد چې له اوږدې مودې راپه دې خوا دكرالې له ولايت څخه دپارلمان له پاره ټاكل شوې استازی و، هم ناست و. په هغه مېز چې دى ناست وهلته ښاغلې خليلي هم راغی ، موږ خليلې ورمعرفي كړ چې ګواكې دادافغانستان سفيردى ، ده بې له دې چې هغه ته درناوې وكړې ، داخبره وكړه چې :
(( تركومه ځايه چې زه افغانستان پيژنم داښاغلې دهغه افغانستان استازى نه شې كيدای ، داښاغلې اصلا ديوې ډلې استازى دى ، نه دافغانستان)) له دغې خبرې وروسته دهند هغه نوميالی سياست پوه له هغه ميزه پورته شو، په دې چې نه يې غوښتل له خليلۍ سره په يوه ميز كيني اوخبرې ورسره وكړي . خوهلته نورافغانان هم وو له هغوسره يې عادي خبرې اوكيسې كولې.
دايوه بيلګه ده چې موږ يې تل افغانې دوستانو ته بيا بياتكراروو او وايو چې داديوه هندې دزړه غږو چې دښاغلي سفير؟ په وړاندې يې ترسره كړاوداروحيه تراوسه هم په هند كې دده په وړاندې روانه ده .
بله خبره داده چې مسعود خليلې په هيڅ وجه په هند كې ديوه افغان په توګه اوديوه ناپيلې سفيرپه توګه نه كاركړى اونه يې اوس كوي ، دافغانستان په ټول سفارت كې اوس داسې يوڅوك نشته چې موږ له هغه دافغانستا ن دكلتور ژبې اونورو تاريخي ارزښتونو په باب خپل مشكل حل كړو، پوره اووه مياشتې شوې چې په جواهرلال نهرو پوهنتون كې پښتوڅانګه بې استاده ده، استاد رشيد يې برطرف كړ، هغه دهند اوا فغانستان داړيكو په باب يوعلمې پروګرام پيل كړ، خونه سفارت اونه هم دحامدكرزي حكومت له هغه سره دهغه په فرهنګي پلانواوكړو كې مرسته وكړه (تيركال موږ دښاغلې كرزي فرهنګې سلاكار ته په خپل وخت خپله ستونزه وويله موږ فكركاوه چې دى به له موږ سره مرسته وكړي لاكابل ته رسيدلى نه وچې دپښتوڅانګې داستاد دبرطرفې ليك ېې له موږ سره دمرستې په ځاى راوليږه) اوكومې وعدې ېې چې كړې وې هغه خوگردې په خپل ځاى پاتې دي .
په هرډول ، اوس خبره اوپوښتنه داده چې افغانان له هند څخه هيله لري؟
بېنوا ويب پاڼه خوزموږ درسې لارښود دى، چې موږ زده كړه تري كوو، آيا له ملي ويب پاڼې به يوازې همداخبرې اورولكه چې دڅانګې مجلې چې وكښل چې هندوان له افغانانو سره داكوي اويادا، زموږنظرپه دې اړه دادى چې ستونزه په پښتنواوهنديانو كې نه ده ، ددوى خبره لا هم هغسې پرځاى پخه پرته ده يوازى يوشمير په نامه افغانان ووچې دغه تاريخي وياړ يې ونه پيژاند اودخپل هيواد سپكاوى يې په خپله وكړچې تراوسه يې لړي او لاروانه ده . په هندي كې يومتل دى چې وايې :
) اوپروالې كې ګرمين ديرهين ، انديرنهي) زموږ مشوره خوافغانانو اوهغويارانو ته چې په دغه اړه سرټكونې لري داده چې راځئ په گډه ښاغلې حامدكرزې ته داووايوچې نوره نوخپله دامعامله چې شمالې ټلوالي په هندكې پيل كړې وه پاى ته ورسوې، نورپه جيپوركې دزمردو سوداګرهم كولاى خپله كابل ته ولاړ شي اوله هغه ځايه خپله سوداګري ترسره كړي ،ديوشميروزيرانو(دباندنيوچاروو) دوزيرپه گډون بايد نوره خپله كورنۍ كابل ته وليږدوې ، اوافغان سفارت بايد له كورنيو اړيكو اومعاملو څخه خوندي پاتې شي ، دلته بايد دڅوتنوخپلوان چې نه خپله لاره ويني اونه نوروته لاره ورښودلاى شې كارونه ونه كړي، موږپوهيږو چې افغانستان دومره هم خوار اودومره هم له عالمانو اوپوهانواوسياست والوخالې نه دى چې ګواكى دوی نه شی كولاۍ دبېنوا، سلجوقې ، تورويانا،پاچاګل وفادار ، رشيد اونوروملې كسانوغوندې كسان په هند كې دخپلواستازو په توګه وټاكي.
خلاصه هند اوپښتانه دغه دواړه هغه مفاهيم دي چې دپيړيوپه اوږدوكې سره تړلې اواوډلې پاتې شوې، كه افغانستان په نوموړو مفاهيموبرابروي كيداى شې چې په هند كې هم ددغه هيواد له پاره دباور او درناوي زمينه زياته شې ، يوملت په افغانې اوپښتنواله اصطلاح هغه وخت دروند ملت گڼل كيږي چې دخپل ځان ځلا ددرنواومنلو اړوندانوپه څيره كې وكړي . موږ له افغانستان اوددغه هيوادله خلكو څخه همداهيله لرو. چې دوى بايد خپل ځان موږ ته په داسې څېره كې ونه ښيئ په كومه چې ستاسې له تاريخې هويت سره په ضد كې وي اوياهغه څه په هندكې ترسره كوي چې هغه ا فغانان خولاڅه كوې چې هنديان هم پرې شرميږي . هنديان وايې چې موږ له افغانانوسره دزړه له كومې مينه لرو، خوداچې زياتې ستونزې په دي يوه دوولسيزو كې رامنځ ته شوې ، هغه هم ترډيره حده په خپله پرافغانانو باندې اړه لري . چې تراوسه دهغو په مخنوې كې ګام نه پورته كوي .په تيره يوه دوولسيزوكې په ډيلې كې دافغانستان سفارت چې كومې بدنامۍ ددغه ملت هويت ته په هند كې وراړولې ، موږ افغانانوته مشوره وركوو چې كه تاسې رښتياهم توريالې قام يې اوخپل پښتني اوافغانې ننګ درباندي ګران وې يادغه ځاله ړنګه كړئ اويايې په داسې چارنګينه كړئ چې نه تاسې ګيله من وې اونه زموږ نوم بد !
",هند په رښتياهم له افغانانو سره ددښمنۍ له مخي . . .
2067,,"
١ د کب ١٣٨٣
په لندن کې د ګارډين په نامه خپرېدونکي ورځپاڼې پرون، د فبروري د ١٨ نېټې ، په ګڼه کې د ځېنو بېلګو په وړاندې کولو سره داسي يواوږد راپور خپور کړي دي چې په افغانستان کې د بنديانو سره د امريکايې سرتېرو بد چلندبربنډوي.
دغه راپور واي چې د بګرام او کندهارزندانونو کې د بنديانو جسمي سپکاوي او په هغوي جنسي تيري شوي دي.
ګارډين زياتوي چې دغو ځواکونو بنديان په دې اړ کړي و چې خپلي خلي بندي وساتي که نه نو د نامالومې مودې لپاره به په بندکې وساتل شي. ",د افغان بنديانو سره د امريکايې سرتيرو بد چلند
2068,افغان رساله,"
په بروکسل کې به د ناټو د غړو هېوادونو مشران د فبروری د میاشتې پر ۲۲ مه نيټه را غونډیږی .
د ناټو د ۴۶ غړو هیوادونو مشران د بلجیم مرکز بروکسل ته د تګ په حال کې دی.
د امریکا ولسمشر جورج بوش، د بریتانیا صدراعظم تونی بلیر، د جرمنی صدراعظم او نور مشران ګډون کوی.
په دې غونډه کې چې د اروپايي ټولنې د پلازمنې بروکسل په ښار کې دایریږی، د عراق، افغانستان ، بالکان او د نړ ۍ د نورو هېوادو په هکله خبری او لازم تصمیمونه ونیول سی.
د کاناډا څخه د دې هیواد صدراعظم ښاغلی پال مارټین او ور سره هيت یې په دې غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل د رسیدو په درشل کې دی.
افغان ژورناليست احمدشاه هوتکی، هم په دې سفر کې د کاناډا د صدراعظم سره د مطبوعاتي هیت په ډلې کې د دوی ملګری دی.
په بروکسل کي د ناټو د غړو هيوادونو غونډه او ځينو هيوادونو د هيوادونو د مشرانو انځورونه
عکاسي : احمد شا هوتکي
",په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه
2069,,"
",
2070,,"
",
2071,,"
د کابل ورځپاڼې د جمعې په ورځو نه خپريږي ، دغه راز تيره شنبه ( د کب لومړۍ نېټه ) هم د عاشورا په وياړ نه وې خپرې شوې . د کابل ورځپاڼو د سرټکو له لوستونکيو هيله کوو چې د جمعې په ورځو د سرټکو هيله ونه کړي .
په درنښت .
",يادونه
2072,,"
",
2073,هلال ياسيني,"
هلال ياسيني
1993عيسوي كال و، ډېر يخ ژمی و په كابل هم واورې وريدلې او هم پرې توغندي ورېدل. هيواد نوی نوی په كورنۍ جګړه كې راګير شوی و. د دغه وخت د جګړې يو لوی لوبغاړی ښاغلی ګلبدين حكمتيار و. كله كله به يې ويل چې نه غواړي د افغانستان نه لبنان جوړ شي . زه د پنځلسو كالو وم او په دې نه پوهېدم چې په لبنان كې څه تېر شوي وو؟ خو وروسته وروسته پوه شوم چې زمونږ د كورنۍ جګړې د پيل نه لږ مخكې په 1990 عيسوي كال كې د لبنان د شهيد شوي صدراعظم رفيق حريري د خوارۍ په نتيجه كې لبنان د پنځلس كاله كورنۍ جګړې او تباهۍ نه وروسته سوله ليدلې وه. زه نن په دې پوهېږم چې كورنۍ جګړه او تباهي څه ته وايي، څومره ګران قيمت لري، او ترېنه وتل ملي مشرانو ته ضرورت لري. نو ځكه د حريري د كوچ په سبب د لبنانيانو د زړه په درد پوهېږم .
مونږ چې په كورنۍ جګړه اخته شو سبب يې دا وو چې د ملي احساس څښتن مشران مو نه لرل. او په ساحه كې موجود قوي لوبغاړي يا پردي لاسپوڅي وو او يا هم انانيت او خپلو شخصي ګټو راخستي و. لبنانيانو هم د همدغو لاملونو له وجې پنځلس كاله د يو بل وينې وڅكلې. او د ډېر انتظار څخه وروسته ورته اخر د سولې پرښته خدای بخښلی رفيق حريري راپيدا شو. لكه ميرويس نيكه چې افغانان د لويې جرګې د لارې كينول او هيواد يې د صفويانو د ظلمونو نه خلاص كړ او د تباهيو نه يې وژغوره، داسې حريري هم په جرګو جرګو د هيواد د مسيحيانو مختلفې ډلې، شيعګان، سنيان، او درزيان سره په 1989ع كال كې د سعودي عربستان د طايف په ښار كې د خبرو مېز ته كېنول او سره د ده چې د ده سني مسلمانې ډلې په كې ډېر تاوان هم وكړ خو بيا يې هم ټول په اتفاق راضي كړل .
خدای بخښلی رفيق حريري په يوه غريبه كورنۍ كې پيدا شوی و چې حتی د پوهنتون د مصرف وركولو وسعه يې هم نه لرله. د مزدورۍ دپاره سعودي عربستان ته مهاجر شوی و او په سعودي كې يې د خپلې خوارۍ په نتيجه كې ډېره سرمايه لاس ته راوړې وه. چې د ځنو په ګمان اوس لس بيليونه ډالرو ته رسېږي. همدا سرمايه يې د طايف د سولې د اتفاق نه وروسته د لبنان په ابادۍ كې په كار واچوله. د بيروت د ښار تاريخي مركز چې په كورنۍ جكړه كې له منځه تللی و بېرته جوړ كړو او د نور هيواد د ابادۍ په لار كې يې نه هيريدونكي خدمتونه وكړل. تر دېرش زرو زيات لبنانيان يې انګلستان او امريكا ته د تحصيل دپاره واستول. او بغير د كوم تبعيض نه يې د ولس د غريبانانو سره مرستې وكړلې. ځكه خو د شهادت د خبر نه وروسته سمدستي د غريبو خلكو مظاهرې عامو سړكونو ته راووتلې. اوس اوس يې د بيروت په منځ كې محمد الامين په نامه د يو لوی مسجد ودانول شروع كړي و چې كورنۍ يې د همدې مسجد په انګړ كې خاورو ته وسپارلو.
سره د دې چې سنيان په لبنان كې لكه د شيعه ګانو په شان منظم او بهرني ملاتړونه نه لري خو حريري د خپل قوي شخصيت په سبب په لبنان كې تر ټولو قوي او موثر شخصيت و. د طايف د معاهدې نه وروسته تر 2004ع كال پورې د خپل هيواد د صدراعظم په توګه پاتې شو. سربيره په لبنان په ټوله اسلامي او غير اسلامي نړۍ كې يې سياستمدارانو او سرمايه دارانو ډېر درناوی كاوه. ان تر دې چې سعودي عربستان ورته په فخري توګه خپل تابعيت وركړی و. د ده په مرګ تبصره كونكي وايي چې دی د لبنان نه ډېر غټ و. او په مرګ باندې به يې ځانته لبنانيان نه بلكه د ټولې منطقې ميشته ولسونه تاوان وكړي.
د لبنان حكومت به تحقيقات وكړي او حقيقت به يا معلوم شي او يا نه ځكه چې دا لويي لوبې دي او اكثره وخت پكې تحقيقات حقيقت نشي روښانه كولی، خو دا يو څرګند حقيقت دی چې اسلامي نړۍ يو عظيم رهبر او خواخوږی، لبنان خپل ميرويس نيكه، او زما په شان د نوي كهول ډېرو زلميانو يو ستر مثال بايلودلو.
رفيق حريري د شهادت نه څو دقيقي مخكې په پارلمان كې په ټيلي فون خبرې كوي
په 1993ع كې خو زه وړوكی وم، نه پوهېدم چې د كورنۍ جګړې تاوان به څه وي او يا دا كه زما هيواد د لبنان غوندي شي نو څه تاوان به وكړو، اما ښاغلی حكمتيار په دې هر څه پوهېدلو. خو بيا يې هم هيواد د نورو سره په شريكه وران كړ او زه يې هم پوه كړم د لبنان غوندې كېدل څه مانا لري .
لبنان د الحريري د شهادت نه وروسته، لكه زما هيواد، د يو ملي مشر د نشتوالي له امله د يو مجهول راتلونكي لور ته روان دی. په عربي كې يو متل دی وايي، "" الانتظار اشد من القتل"" (انتظار د وژلو نه هم ډېر سخت دی ). مونږ ته خو انتظار وژل تمام شو. د اوسني عصر د ميرويس نيكه او ابدالي بابا په انتظار كې مو ډېر ګلالي ماشومان او بې ګناه ځوانان او مشران له لاسه وركړل. خو داسې ښكاري چې لبنان ته به د خپلې ژبې د متل په بنا انتظار د وژلو نه هم سخت تمام شي.
",د لبنان ملي مشر ( رفيق حريري ) ومړ
2074,ساحل - کندهار,"
ساحل كندهار 15\7\83
ژوند ځپلې ارواح
و وايه ژونده! هغه به كومه ورځ وي چي نور مي نو دا بې رنګه او بې معنى څېره د دې بې درده او بې ارمانه انسانانو له منځه فناه شي؟
ژونده نور نو زما او ستا تر منځ د پيوستون كومي اړيكي نشته او نه هم د خپل خوار زړه هيلي په تا كي ټوكېدلي وينم.
بس ده نور نو لاس راڅه واخله او دخلاصون لار يعنى د مرګ آرامي غېږي ته مي وسپاره چي ستا دا احسانمن او درانه پېټى مي نور داوږو څه لېري شي.
پرېميږده چي نور و نه زورېږم.
پرېميږده چي نور د نامراده او زورېدلو لپاره ونه ژاړم.
پرېميږده چي نور د زمانې دخدايانو د ستم څخه خلاصون ومومم كومو چي مي د غرور سر د ځان په وړاندي ټيټ غوښتى .
پرېمېږده چي نوره مي درد و ستم ځپلې ارواح د نجس كالبوت له محبس څه ازاده شي
څومره سپېڅلې معنى ... ازادي ... د ارواح ازادي ...
هو! دهغي ارواح ازادي چي د نجس كالبد په محبس كي د رنځ، غم، كړاو او ستم شپې دهغه مهال په تمه سباكوي كوم چي يوه ورځ به وي د مرګ سپېڅلې پرښته به پخپل ټول عظمت سره راځي د هغي (اتكړۍ) و زولنې به خلاصوي او بيا به د محبس تور او كرغېړن ورونه دهغې پر مخ پرانسي او دابه په مننه كولو سره د هغې (ارواح) په لور چي مودې مودې يې د انتظار سترګي ورته سپينې وې پرواز كوي .
يوه ورځ به هغه ارواوي سره پيدا كړي ... نور به د حسرت، رنځ،غم،بيلتون،ستم، او بې دردۍ داستان د هغو ارواوو لپاره پاى ته ورسېږي او هغوۍ به د ميني په وركړل شوي مېني كي يوه ابدي مينه پيل كړي. مينه ... هو... ابدي مينه.
",ژوند ځپلې ارواح
2075,سورغر توخى,"
دعامي روغتيا وزارت وزير ډاکتر سيد محمد امين فاطمي په دي ور ستيو کي دغور په ولايت کې دزرو تنو دمړيني په باب دډله ييزو اطلاعاتو دځينو وسايلو رپوټونو په کلکه ردکړه .
دCHI موسيسي له خولي پرون دډله ييزو اطلاعاتو ځينو وسايلو دغورپه ولايت کې دزروتنو دمړيني په باب رپوټونه خپاره کړي وه چي دا رپوټونه دده په وينا له حقيقت نه ليري دي .
دعامي روغتيا وزير ويلي دي ."" دهغه تړون له مخي چي يو کال مخکي دعامي روغتيا وزارت او دسي ايچ ،اى موسيسي تر مينځ لاسليک شوى وو بايد دغي موسيسي دغور ولايت ټول اوسيدونکي تر روغتيا مرستو لاندي نيولي واي ، خو له بده مرغه دتړون پر خلاف نوموړي موسيسي ټول کار کوونکي پخوا دغورولايت څخه وتلي وه ، دعامي روغتيا وزير په همدي موخه دسر دهغه زيان مسئوليت چي دغور ولايت خلکو ته رسيدلي دي ددغي موسيسي پر غاړه واچاوه او هغه يې ځواب ورکونکي وبلل. :
ده وويل :"" دهغو ورستيو شميرنو له مخي چي تائيد شوي دي دهيواد په سطحه دناروغي دخپريدو له امله دسر دزيان ټول شمير يو سلو لس تنوته رسيدلي دي . دعامي روغتيا وزير په دې اړه زياته کړې ده چي دغور ولايت دخلکو دروغتيا يي حالت دکنترول لاندي نيولوموسئوليت د سي ،ايچ ، اى موسيسي پر غاړه ده چي پخوا يې دامريکادپر مختيايي اداري او دنړيوال بانک څخه زياتي پيسي اخيستي د همدي لپاره اخيستي وي .
نوموړي زياته کړي چي ددغي موسيسي له خوا دغورپه ولايت کې دزروتنو دمړيني خبر په داسي حال کې خپور شو ي دى چي دغور ولايت خلک په خپل وخت دعامي روغتيا وزارت دمرستو هرکلى کوي .
",دغور دخلکومړينه دCHI مسئوليت ده
2076,سورغر توخى,"
دغزني ولايت دناويي ولسوالي ته لس ټنه خوراکي مواد دايساف ځواکونوله خوا دالوتکوپه واسطه رسيدلي دي .""
دغه مرستي چي دبهرنيو نړيوالو موسيسو له خوا په دې ورستيو کې راټولي شوي وي او نوموړي ولسوالي ته دايساف الوتکوله خوا ورسول شوي دي .""
په دي موادو کي اوړه ،وريجي،بوره ،چاي ،او مالګه شامل دي او نن به يي په ويشلو پيل کيږي .
په د ي اړه دغزني والي اسدالله خالد ويلي دي .""نوموړي ولسوالي چي دامهال په وارو پټه او خلک يي دخوراکي مواد له نشته والي سره مخ وه که چيرته دامواد نه واي رسيدلي کيداشواي هلته بشري فاجعه رامنځ ته شوي واي .""
نوموړي ولسوالي دزابل ولايت له نوبهار ولسوالي سره سرحدي پوله لري چي نوبهار ولسوالي هم له داسي مصيبت سره مخ وه چي تيره اووني دخوراکي سازمان له خوا نوموري ولسوالي ته دنوروولسواليو په شمول مرستي اودارودرمل رسيدلي وه
",دناوي ولسوالي ته لس ټنه خوراکي مواد وليږل شول
2077,عبدالاحد پيغام - کابل,"
خوب كه تعبير؟
زه نغمه دخپـــــل جنون يم
ته يونوريي ته جــــانان يي
زه يوسازدغمجن زړه يم
ته زما دزړه ارمـــــــان يــي
چي پيالې يې دي په لاس كــي
داساقي دی كه هوښياردي ؟
چي يي زه په جنون مــــــــوړكړم
داخيام دي كه خمـــــــــــــاردي ؟
داچي زه يي جـــــــــــــــــــــــــوړولم
داهستۍ ته كه نيــــــــستۍ ته ؟
داچي راغلم ودنــــــــــــــــــــــــــياته
دادردونوكه مـــــــــــــــــستۍ ته ؟
دغه لارله مـــــــــــــــــــــــــــانه وركه
داژوندون له مــــــــــــــــانه پټ دی
توبه ګاره به مـــــــــــــــــــــــرګي كړم
داتړون له مـــــــــــــــــــــــــانه پټ دی
په ژړايي رابــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــللم
ټول جهـــــــــــــــــــــــــان په ما خندله
چي ورتلـــــــــــــــــــــــــــلم په خندازه
نوبيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا ټولووژړله
داچـــــــــــــــــــــــــــي خاندم په ژړازه
داقسمت دی كه تقــــــــــــــــديردی ؟
داچي مرمه په ژونــــــــــــــــدون كي
داكوم خوب دی كه تعــــــــــبيردی ؟
",خوب که تعبير ؟ :: زه نغمه دخپـــــل جنون يم
2078,عبدالاحد پيغام - كابل,"
غزل
كله سورسيلاب په شپه كي سره خالونه راوړي دلته
دګلاب په سرولاســـــــــــــــــــوكي اميلونه راوړي دلته
مرګه ستا په معني پوه شوم،ژونده نوي كيسه راوړه
چي يوشمعه په لمــــــــــــن كي سره اورونه راوړي دلته
دمنصوردداركيسه كه دعيسي دوينورنګ دي
دجنون ليوني خيال به ځنځيرونه راوړي دلـــــــته
دخيام ډوبه قسمته ډكي ډكي پيالي غـــــــــــــواړم
چي دسروګلونوڅانګه سره جامونه راوړي دلته
دنغموپه پسته ژبه ويښــــــــــــــــــــــــــوم ويده راګونه
كه مطرب دسازپه پښوكي پايزيبونه راوړي دلته
دغزل دناوي ټيك ته څوخـــــــــــــــــــــــــــالونه جوړومه
كه پيغام په شنه پياله كي سره شعرونه راوړي دلته
غزل
كاشكي څاڅكي دخمارواي دساقي په پيمانه كي
كاشكي تال ديوه خيال واي دمطرب په تـــــرانه كي
كاشكي اوښكه دشبنم واي دګلاب په سره ګريوان كي
كاشكي اوردپسرلي واي دغاټول په سره پــــــــــياله كي
كاشكي رمزدليونتوب واي دجنون پرلويه دښته
كاشكي چيغه دمنصورواي دخيام په ميخانه كي
كاشكي شپه دقسمت نه واي دنصيب په تورماښام كي
ګل دستوروپه تندي واي دسپوږمي په اشـــــــــــيانه كي
كاشكي يواغازدميني يوانجام دژونـــــــــــــــــدانه واي
ښكلي خوب اورنګين خيال واي دوصال په افسانه كي
كاشكي مينه دليلاواي يا جنون دزلــــــــــــــــــــــيخاواي
كاشكي سترګي ديعقوب واي ديوسف په بيلتانه كي
كاشكي وراني جيلخاني واي ،كاشكي مات واي ځنځيرونه
كاشكي ميني نڅيدلاي دجنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــون په زولانه كي
دلاله جنازه
دشبنم په پاكواوښكو
دلاله غسل كومه
دسروګلوپه بستركي
جنازه ورجوړومه
دګلاب دګل دپاسه
سري غونچي پري غوړومه
په سروچيغواوسروساندو
سورغاټول خاوروته وړمه
په مزاريي بلومه
څودشمعوقطارونه
چي پخپلواوښكوپاك كړي
دلاله دزړه داغونه
بيا يي قبرته دريږم
په سجده اوپه ژړازه
بيا تري ځمه په سروسترګو
له خپل دي ګل لاله زه
دوه ژوندونه دي په ژوند كي
يوبي پته اوبي ننګ دي
بل زما ګل لاله دي
چي دزړه په وينورنګ دي
صدقه ترداسي ګل شم
چي دزړه په وينورنګ وي
صدقه ترداسي سر شم
چي دښمن سره په جنګ وي
كويټه ،بلوچستان ۱۹۹۵
دزماني ليوني
ليوني دزماني يم كه منصوريم دخپل وخت زه
چي دحق توره مي كښلي كه يونوريم دخپل وخت زه
دګريوان كچكول مي ډك كړدحسرت په ملغلرو
چي له اوښكو خيرات غواړم خومجبوريم دخپل وخت زه
دزخمي پرهرپه شونډوښكلوم دغم خيالونه
دخپل تن په سروتڼاكوپروت رنځوريم دخپل وخت زه
يوملنګ يم ببرسري ،له دنيا بيزاره سوي
ستا دنورپه ميومست يم چي مغروريم دخپل وخت زه
شيخه ځه الله دي مل شه زه يوغريم نه نړيږم
دپيغام په څير ملنګ يم خوباتوريم دخپل وخت زه
دترانوشيون
دخاموشه سازپه زړه كي
دازګيروي دنغمواوري ؟
په ناپايه سمندركي
سوړفرياددڅپواوري ؟
ستړي كرږي بي اوازه
تښتوي ويده خوبونه
دنظرله سترګوڅاڅي
دماتم دوير بحرونه
دتقدير په توره شپه كي
دقسمت لاسه نه سره دي
دنصيب په هرقدم كي
داميد مړي پراته دي
دپرون رندان دي غلي
څيروي خپل ګريوانونه
دنشوپيالي نسكوره
سوځوي خپل اميدونه
دزخمي غوغاسينه كي
داشيون دترانودي
دخاموش سيلاب په غيږ كي
سرانجام دتوپانودي
دماتم په اوښكولژند
ګريوانونه توپاني شوه
دغمجن خزان له ويري
فريادونه اسماني شوه
دامغروره غرويده دي
دغه دښتي دي خاموشه
دغوټيو خولي تړلي
پسرلي دي فراموشه
دريا لښكري راغلي
زموږ دميني كورتباه شو
دوحشت منګولي سري شوي
هرنفس موبينواشو
غزل
نصيب مي وقسمت ته توري شپي راوړي دي
دلمر سپينولاسوته يي زولني راوړي دي
اغزن خزان خوښه وو،دبهار ترسروګلونو
رقيب دزاغ په ژبه تراني راوړي دي
دشپي ومعركي ته به دژوندپه بيه ځم
ساقي دشمعي لاس كي پيماني راوړي دي
دلمردرڼاڅاڅكي به په اوښكوګډومه
تقديرمي وګريوان ته سري لمبي راوړي دي
اسمانه ! نن دستوروپه محفل كي خاموشي ده
سپوږمي دزړه كفن كي جنازي راوړي دي
عبدالاحد پيغام ، كابل ،افغانستان
",دښاغلي عبدالاحد پيغام د شعر څو بېلګې
2079,,"
",
2080,ننداره,"
پېښور پېښور -دفبرورۍ په يويشتمه دمورنیو ژبو نړيواله ورځ دپېښورپریس کلب کې دعوامي نیشنل ګونداوپښتون خواعوامي ملي ګوند له خوا په ګډه ونمانځل شوه ـ په دې غونډه کې ددواړوګوندونولوړپوړو چارواکوګډون کړی واوخپلې ويناوې يې وړاندې کړې ـ دغونډې ويناوالوکې اسفنديارولي خان ،افراسياب خټک اوافضل خان لالا شامل ودوی دخپلوخبروپه ترڅ کې دې خبرې ته اشاره وکړه چې ددوی له مورنۍ ژبې پښتو سره په پاکستان کې ظلم اوزياتۍ شوې اوتل محکومه شوې ده ـ دوی دپاکستان له دولت څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې پښتودې ددې ايالت رسمي ژبه وګرځول شي اوپه تدريس کې تعليمې ژبه دې پښتووي ـ ديادونې وړده چې په دې غونډه کې افغان سياستوالوهم ګدون کړی وـ چې دافغانستان دسرحداتوپخواني مرستيال وزير ببرک شينواري هم دخپلې وينا په ترڅ کې ددوی دپرېکړې پخلی وکړ ـ ",پښتنو ملت پاله ګوندونو او افغانانو دژبو ورځ ونمانځله
2081,سورغر توخى,"
په دي ورستيو کې افغان ولسمشر حامد کرزي دسعودي عربستان ته په يوه رسمي سفر تللى وه چي تيره ورځ له غرمي وروسته بيرته له نوموړي سفر څخه کابل ته راستون شو.
حامد کرزي له ځانه سره څلرويشت متره پنځلس تختي افغاني غالي چي په افغانستان کي يې دجوړولولرغوني ريښي دي دنبوي جومات لپاره وړي وي .""
حامد کرزي په دې اړه ويلي دي ."" په مخکي سفر کي چي ما دي هيواد ته درولود ما په نبوي جومات کي ماشيني غالي وليدي پريکړه مي وکړه چي ددي مبارک جومات لپاره له خپل هيواد نه په لاس جوړي شوي غالي راوړم .""
دنوموړي پر وينا : افغانستان دهغه اردات له مخي چي له دغه هيواد سره يي لري چمتو دى چي هر کال افغاني غالي ددي مبارک جومات لپاره راواستوي .""
نوموړي دخپل سفر په ترڅ کي له عرب مشرانو سره پر بيلابيلو مسئلو خبري وکړي چي په دي کي دافغان مسافرو چي په تير ٢نيمو ليسزو کي سعودي عرب ته تللي او ستونزي يي لري او دسعودي او افغانستان پر يو لړ نورومهمومسئلو چي تروريزم يې په سر کي ځاي لاره خبري وشي چي دسعودي عرب وليعهد شهزاده عبدالله په دې اړه دنړۍ دمسلمانانوتر منځ ديو ي جرګي هيله وکړه چي دده پر وينا دوى به په مکه مکرمه کي يوه غونډۀ راوبولي او په دي غونډه کي به پر يو لړ نورو پيښو هم سلا مشوري وشي .
","نبوي جومات ته به هر کال افغاني غالي استول کيږي ."""
2082,,"
",
2083, پوهنمل محمود نظري,"
دڅوکۍ خوند
وروسته تر هغې چي جلندر خان له رياسته ليري شو ، برات ګل خان چي ډير ښه چلندی او ټولنيز سړی دی زموږ ريس شو.
هغه هر چا ته ان که د نهمي رتبې مامور هم وي له ځايه پورته کيږي د ﻻس روغبړ ورسره کوي اوترکتني وروسته يې تر وره بدرګه کوي.
زما دا کړه ډير خوښيږي ځکه د انسان کرامت ته درناوی تر ټولو ښه کار دی.
ورو ورو ځير کېدم چي نوی ريس صايب يوازي پخواني ريس جلندر خان ته له ځايه نه پورته کيږی په ناستي روغبړ ورسره کوي اووروسته يې هم نه بدرګه کوی.
ما ته دا معما پيچلې وه نو ځکه يوه ورځ ريس صايب ته ورغلم. ماته چي د تحريراتو کارمند وم له ځايه جګ شو تر روغبړ وروسته مي غوښتنه ترې وکړه، هغه په ورين تندی اجازه راکړه.
ما ځينی وپوښتل:
_ ريس صايب که څه سپين سترګي کيږي خو بيا هم ستاسو ښه چلند دا جورت راکوي چې يوه پوښتنه وکړم.
_ مهرباني!
تاسود ښه چلنداو سلوک له مخي چې لری يې ټولو اړوند انو ته چې ستاسو ليدو ته راځي له ځايه جګېږئ خو...
خو يوازی جلندر خان ته نه ....
که مود هغه نه ډير بد راځی چې نور دلته د راتلو
اجازه ورنه کړم .
ريس وويل:
_ نه،نه
د ريس تندی ﻻ پراخ شو او لږ موسکی شو او ويې ويل:
_ هغه داسي سړی دی که چيري زه له ځايه پورته شم هغه سمدﻻسه زما پر ځای کښيني او ورو يې زياته کړه:
ځکه هغه د دې څوکۍ خوند لېدلی دی .
",دڅوکۍ خوند
2084,,"
٤ دکب ١٣٨٣
د ايران په جنوب ختيځ کې زوروره زلزله شوي ده. چارواکي واي چې په زلزله کې څه باندي ٥٠٠ کسان مړه دي او څه باندي ٦٠٠ ټپيان دي.
زلزلي د کرمان په ايالت کې دري کلي ويجاړ کړي دي او ډير شمېر نورو کلو ته يې سخت زيان اړولي دي.
په ايران کې د بي بي سي خبرياله واي چې د مرګ ژوبلې شمېره ښاي چې نوره هم لوړه شي. ",په ايران کې زوروره زلزله
2085,,"
",
2086,,"
د ١٣٨٣ د کب ٤
کابل : نن د ولسمشر حامد کرزي وياند جاويد لودين له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل چې سعودي عربستان له افغانستان سره د ٥٢ ميليونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده .
په دغه مرسته به افغانستان دکابل هرات د لويې لارې دوهمه پروژه چې له کندهاره تر هراته پورې د سړک جوړول دي ، بشپړوي .
د يادونې وړ ده چې د کابل کندهار د لويې لارې په جوړولو کې هم سعودي عربستان له افغانستان سره مرسته کړې وه خو د هغۀ سړک لپاره متحدو ايالاتو او جاپان هم له مالي مرستې سترګې نه وې اړولې .
",د کندهار هرات سړک سعودي جوړوي
2087,,"
١٣٨٣ د کب ٤
کابل : څرګنده شوې ده چې د طالبانو يو مخکينی مشر او ديپلومات عبدالحکيم مجاهد په کابل کې له افغان حکومت سره په خبرو اترو بوخت دی .
ښاغلی مجاهد د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې په نيويارک کې د طالبانو استازی و . داسې خبر هم خپور شوی دی چې له ښاغلي مجاهد سره څلور تنه نور پخواني مخور طالبان هم ملۀ دي . خو د دغو کسانو نومونه لا تر اوسه نه دي روښانه شوي .
په تېرو دوو اوونيو کې د طالبانو د هغو مشرانو د نومونو د څرګنداوي لپاره د خبريالانو هڅې تر ډيره ناکامې وې چې د امريکايي سفير زلمي خليلزاد په وينا په کابل کې پر خبرو اترو بوخت دي .
",طالب مشر په کابل کې دی
2088, عکسونه :قدرت بزګريار هالنډ,"
٢٦ فبروري ٢٠٠٥
هالنډ د کندهار پوهنتون ته کتابونه ورکړه
په هالنډ کي د خرونينګن خيريه موسسې ( خرونينګن هلپت ) د کندهار ولايت د ميرويس روغتون او کندهار پوهنتون سره مرسته وکړه .
د دغې مرستندويې ټولني په مرستو کې کمپيټرونه،دلابراتوارو سامانونه،چپرکټونه،د مستحقو اوغريبو کورنيوسره د کا لوگنډولوماشينونه،بړ ستنې،د کورونو لپاره ده اړتيا وړلوښو،د ناروغانو چپرکټونه او همدارنگه نور د ضرورت وړو شيان شامل وو .
د کندهار له پوهنتون سره هالنډۍ مرستندويې ټولنې د ٤٥ زرو کتابونو مرسته کړې ده چې په انګريزي ژبه دي . د ټولنې په يوۀ بيان کې راغلي دي چې د دغو کتابونو له جملې ١٠ زره نوي کتابونه دي چې د لويديځ په پوهنتونونو کې تدريسيږي .
داسې باور دی چې له يوۀ افغان پوهنتون سره د دومره کتابونو مرسته ښايي په لومړي ځل شوي وي .
هالنډۍ مرستندويه ټولنه وايي دوی په دې باور دي چې ستانۀ شوي افغانان په بهرنيو ژبو پوهيږي . د دغې ټولنې په وينا دغه کتابونه ډير د طب او نورو مسلکونو په باب د اروپا د پوهنتونونو کتابونه دي چې که سم کار ترې واخيستل شي خورا ګټور به وي .
په کندهار کې ځينې په دې باور دي چې د دغو کتابونو د ژباړلو په برخه کې بايد چارواکي فکر وکړي چې په دې ډول د ټولو زده کوونکيو لپاره ګټور وي .
", کندهار پوهنتون او ميرويس روغتون ته مرسته ورسېده
2089,سنځرخېل - کابل,"
سنځرخېل - کابل٤ - ١٢ - ١٣٨٣
٢٥٠٠ کلنه تاريخي کلا له ګواښ سره مخامخ ده
( بازي - بازي اخر به ريش بابا بازي ؟ )
زموږ په هيواد کي دا لوبي اوس تر دې کچي رسيدلي دي چي بازيګر اوس زموږ په ملي وياړونو هم لوبي کوي . يوه ورځ له دې خبر شوو چي په کابل کي د خواجه صفا له زيارت څخه د دولت د چارواکو په ملتياکيندني کيږي ، تاريخي توکي له مځکي را ايستل کيږي او په غلا بهرنيو هيوادونو ته تر وړل کېدو وروسته پلورل کيږ ي . دا خبره د نړۍ او افغانستان په مطبوعاتو کي خپره شوه ، فرهنګي او کلتوري ټولنو غبرګونونه وښودل ، خو لکه څنګه چي ګران لوستونکي پوهيږي ( په کابل کي مرموزي پلټني ) تر سرليک لاندي ليکنه ، او د اطلاعات اوکلتور وزارت پر چارواکو نيوکي تر اوسه پر خپل حال پاته دي . او دوی ددې تورونو په اړه د ځانونو د سپيناوي هڅې داسي وکړې يو ځل يې د کندهار د اطلاعات او کلتور په رياست کي کله چي ( کندهار د تاريخ په اوږدو کي سيمينار ) ادامه لرله ليکوالو ته بد رد وويل ، تر دې حده چي له نزاکت او اخلاقو چوکاټونه يې مات کړل ، د هغه تر څنګ يې څو تنه افغان ليکوال د وسلې او زور په څرګندولو سره د څارنوالۍ او نږدې محکمو پوري ورسول . زه نه پوهيږم ، چي د زور واکو هغه تجارت به اوس هم روان وي که نه ؟ که به روان وي کومي قيمتي ډبري به کوم هيواد ته وړي ؟ او په کوم ځای کي به د کابل موزيم په نامه څوکسانو ته جعلي کارتونه ورکړل شوي وي او پر کومو لويو لارو به يې د توپک په ملګرتيا د پنجابيانو تر هيواده رسوي ؟ ددې ولس او ددې هيواد هويت ، ددې خاوري تاريخي اثار به څوک ، څنګه ، چيري او په څو شلو کلدارو او ډالرو پلوري او پيرودي ؟
داسي ښکاري لکه د تاريخي اثارو د غلا کولو د خبرونو د ليکلو او د هغو د خپرولو جرئت چي نور کوم ليکوال کي نه وي پاتي . ځکه داسي مي لا هم ولوستل چي يوه ملګري ليکوال ته مي د کومي ويبپاڼي چلوونکي ويلي وو چي ژوند ليک دي راوليږه ، او د ليکنو سره دي ولي اصلي نوم نه خپروې ؟
ملګري مي په جواب کي ورته ويلي وو ، چي زه غريب سړی يم ، سر او نيم سر اولادونه لرم ، نه غواړم د صالح او محمديار غوندي په څارنواليو او قومندانيو وګرځم !
او نور کېدای شي هغه ليکوال هم د ځان ساتني په سبب له داسي ليکنو او پټو رازونو تر ښکاره کېدو تېر شوي وي .
دا ځل بيا د ښاغلي کرزي صاحب د پراخ بنسټه دولت او مسلکي کابينې ( اهل کار وزيرانو صاحبانو ) په شتون کي د يوې بلي زړه بوږنوونکي پېښي څخه خبريږو ، دا ځل داسي ښکاري له عامه ولس چي هم د دولت ځينو وزيرانو ته کتلي وي ، او له هغوی نه يې زده کړه کړې وي . ځکه دوی به هم وايي چي وزير صاحب لا دومره اقتصادي ستونزي لري چي په تنخوا يې ښه نه کېږي او د تاريخي اثارو په کاروبار ځان چلوي نو موږ خو هر سړی ويني چي دلته په دې کنډوالو کي څو شپې تيروو . د خدای پر مځکه اوسيږو !؟
د هلمند ولايت له والي ښاغلي ملا شيرمحمد اخند زاده او دهغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور له ښاغلي ريس څخه په کلکه غوښتنه کوم چي دهلمند په ښکلي ولايت کښي دي د هيواد دتاريخي ودانيو او زړو کلاوو او د هغه سيمي د تاريخي اثارو په ساتنه کي کلکه پاملرنه وکړي . او په هلمند کښي د بست فرهنګي ټولني او په هغه ولايت کښي نور ليکوال ، فرهنګيان او ژورناليستان بايد په دې اړه رښتيني مالوماتپه بېلابېلو خبري رسنيو او خپرونو کښي خپاره کړي او ددې ترڅنګ يې د يونسکو ادارې ته وليږي .
نه غواړم خبره ډيره اوږده کړم ، نن د ١٣٨٣ لمريز کال د کب د مياشتي پر څلورمه نېټه د پژواک خبري اژانس د يوه ازاد خبريال له خوا لاندنی خبر خپور شو : ښاغلي محب روښان داسي ليکلي و
",٢٥٠٠ کلنه تاريخي کلا له ګواښ سره مخامخ ده
2090,مېرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ ٧ کب ١٣٨٣ لمريز
څوسياسي خبري او د افغانستان ودانول د هغه کتاب نوم دی کوم چي ښاغلي عبدالکريم ميثاق ليکلی او ښاغلي مېرزاعلم حميدي په پښتو ژباړلی دی ، او بېنوا فرهنګي ټولنه يې د چاپ چاري پر مخ بيايي .
د کتاب ژباړن ښاغلی حميدي غواړي چي د ياد شوي کتاب پښتو ژباړه د بېنوا ويبپاڼي له لاري په پرله پسې توګه خپره کړي .تر څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کښي مېشت هغه ګران هيوادوال چي که د کتاب چاپي بڼه ژر ترلاسه نه کړای شي د بېنوا ويبپاڼي له لاري ټوله کتاب په پرله پسې توګه ولوستلائ شي .
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه د ښاغلي مېرزاعلم حميدي له دې نېک احساس څخه په منني سره خپل درانه لوستونکي د يادشوي کتاب لوستلو ته رابولي .
په درناوي - عبدالله احسان
څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول
څرګندونه
څه شی چې په دې ټولګه کې ښکارېږي په افغا نستان کې د هغه مهال د ژوند تجربې دي چې يوه موده په نه پېژندلو او پيچلو ملي او نړيوالو شرايطو کې ؛ له پخوانۍ تجربې پرته د سياست په منګولو کې کېوتی وم .
په هغو او وروستيو کلونو کې مې په افغانستان کې سياسي خبرې او ودانول داسې په ماغزو کې راټول شوي وو چې کله، کله يې په بيلو، بيلو خپرونو او په ځانګړي توګه د « محبت » په خپرونه کې ليکلی غبرګون څرګنديده. دادي ځنې يې چې د ځانګړي اند، تجربې، موندنې او پېژندنې پربنسټ ولا ړې دي ؛ په دغه ټولګه کې قدرمن لوستونکي ته وړاندې کيږي .
کريم ميثاق
د سريزې پرځای
چې پرې وياړم دغه درې راباندې ګران دي
سپيڅلتيا، دويم لوستل درېيم ليـکل دي
وياړم چې د وتلي ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالکريم ميثاق ليکنه مې له دري ژبې څخه پښتو ژبې ته را وژباړله او دده په اجازه مې نه يوازې د خپلې خوښې غورچاڼ پکې وکړ بلکې په ځينو ځايونوکې مې لږې زياتونې هم پکې راوستې .
ما دا کار ددې لپاره نه دی کړی چې دداسې نوميالي ليکوال په وړاندې دومره ستره سپين سترګي وکړم بلکې د مخکني پوهاوي له مخې مې په دغه ليکنه کې خپله خوښوونه (سليقه) هم ونغښته چې په شننه يې قدرمن ميثاق صاحب پوهيږي. خو زه دا خبره په زغرده کوم چې موږ دواړو دغه کار د ګډې موخې اود يوه اند لپاره کړی دی؛ هغه هم داسې :
۱ ـ چې په دغه وړ او مناسب مهال د دواړو ژبو لوستونکي د کتاب منځپانګه په خپله مورنۍ ژبه ولولي اوګټه ترې واخلي ترڅودچا په وينا چې دمورې په خوا کې وږی نه شي پاتې.
۲ ـ د سعدي عليه رحمه له وينا سره سم چې ويلي دي :
بنيادم واړه د يو بدن اعضـــــــا دي
حقيـقت کې يو جـــــوهرځنې پيدا دي
که يـو غړی د بدن يې په درد راشي
د وجود نوره ټول غــــــړي يې په ژړا شي
دې غوره لارې ته هڅول چې :
۳- دقانون په وړاندې سرټېټول دخپل عزت اوشرافت اصل بيانوي.«زغلول پاچا»
ـ ټولنه به هغه مهال نيکمرغه شي چې قانون دحق د ټېنګښت لپاره خدمت وکړي.
ـ قانون او اخلاقي زده کړې هغه مهال اغېزمنې کيږي چې قانون د کتاب له پاڼو څخه د خلکو زړونو ته ور ولېږدي .
۴ـ.دوجدان رضا يوازې د دندې له سرته رسولو وروسته ترسره کيدای شي . « اسمايلز»
ـ بيده شوم خوب مې وليدچې ژوند په زړه پورې او ښکلی دی؛ کله چې راويښ شوم و پوهيدم چې ژوند دنده پېژندنه ده. « کانت »
۵ ـ يو غلط حکم د څوګناهونواوڅو برباديومور ده ځکه چې ګناهونه ژوند چټلوي اوغلط حکم د ژوند سرچينه چټلوي. «فرانسيس بايکون»
ـ له هغې عقيدې څخه چې بنسټ يې په عدل ولاړ وي بله غوره عقيده نه شته.
ـ بايد چې حکم دومره ټېنګ، ثابت اوغښتلی وي چې د قانون د بشپړ متن په اندازه ارزښت ولري .
ـ که حکمونه د قاضي د ځانګړي باورپربنسټ ولاړوي؛پداسې ټولنه کې نه څوک خپله دنده پېژني او نه څوک په دې پوهيږي چې سبا ته به څه پېښشي.« مونتسکيو»
۶ ـ ټولنيز پسادونه دوه ډوله دي: يودا چې خلک دقوانينو پروا نه کوي؛دغه خوږ درمل کيدای شي . بل دا چې قوانين خلک پاسيداوي ؛ دغه خوږ نه شي درمل کيدای ځکه چې دغه خوږ په خپله د درملو له کبله دي . « مونتسکيو»
ـ د پسادونو وروستۍ درجه د ظالمانو په ګټه د قوانينو کارول دي. « ولټر»
۷ـ سياست بې غږه سوان دی چې ورو، وروخپل ځان دمقصدپړاوته رسوي.«مونتسکيو»
ـ سياست د شطرنج د لوبې په څېر دی؛ د چا چې دا لوبه نه وي زده هغه يې بايلي «.ژان ويوليس »",څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول
2091,ننداره,"
د بېنوا خبرياله = پېښور:: دافغان کډوالوسرشمېرنه دفبرورۍ په درويشتمه دپاکستان دصوبه سرحدايالت نه پيل شوه ـ دالړۍ به دپاکستان نوروايالتونوته هم وغزول شي .دکډوالوسرشمېرنه يوـ این -ایچ -سي -ار ،اوپاکستان دولت په ګډه په غاړه اخستې، په دي سرشميرنه کې (۷۵۰۰۰۰)ډالره مصرفيږي - همدارنګه دې سرشميرنه کې هغه افغان کډوال شامل دي چې د(۱۹۷۹)م کال راپه دې خوامهاجرشوي .ديواین-ایچ-سي ار- اوپاکستان دولت له سر شمېرنې څخه داموخه نه ده چې له دې سرشميرنې نه وروسته افغان کډوال به په زوره خپل هيواد ته ستانه شي .البته ددوی دا مقصددی چې د(۲۰۰۶) م کال نه وروسته داکډوال به دمهاجر په نوم نه بلکه دافغان په نوم وپيژندل شي .اودراجسترکارتونوپه درلودولوسره دپاکستان دخاوري تابيت هم ترلاسه کولای شي .
",په پاکستان کې د افغان کډوالو سرشمېرنه پیل شوه
2092,محبوب الله محبوب,"
غزل
ته خو پر شا روان مخته، در ته څه و وا يم ؟
کيسه اسانه ده که سخته ،درته څه ووايم ؟
هرې خبرې اوپوښتنې ته ځواب جوړ کړ ما
ارمان چې ته راغلې ناوخته،درته څه ووايم ؟
دمينې زور و،له يوه سره هم لاړ نه شومه
له خپله عقله او له بخته، درته څه ووا يم ؟
يوه رنګينه دنياګۍ مې ده په زړه کې جوړه
ددې دنيا له تاج و تخته ،درته څه ووا يم ؟
بس يوڅړيکه وه،يو دردو ،ګړيدم چې درته
اوس خو هرڅه شولو کرخته،درته څه ووايم؟
اوس خو زلمی،يمه مورجانې،شونډې تورې زما
تر څو به ما وهې په لخته ،درته څه ووايم؟
م ''محبوب'' اسلام اباد
",غـــــــــــــــــــــــــــــــزل
2093,,"
هلال ياسيني - ٥ کب ١٣٨٣ لمريز
د كانكور ازموينې زمونږ د هيواد په تعليمي او تربيوي سيسټم كې خورا مهم رول لري . ځكه چې زده كونكي د يوې معينې تعليمي مرحلې څخه چې پكې اساسي زده كړې كوي يوې بلې جږې تعليمي مرحلې ته چې د تخصص پورې اړه لري او د هيواد په ابادۍ كې مهم رول لري پوريباسي. د تېر كال د كانكور ازموينې په دې وجه لغوه اعلان شوې وې چې د ازموينې پوښتنې د دولت ځنو مامورينو په تور بازار كې خرڅولې. سږ كال د هيواد په تاريخ كې د اول ځل دپاره په لس هاو زره زده كوونكي د كانكور په ازموينه كې برخه اخلي، خو د ازموينې په هكله رنګارنګ اندېښنې موجودي دي.
د ٢٠٠٣ع كال د ديسمبر په مياشت كې مې د مكتب د وخت يو استاذ وليدلو. نوموړی استاذ پاك او پخپل هيواد مين شخصيت دی، او هيواد ته يې د قدر وړ خدمتونه كړي دي. د خبرو په دوران كې مو د دولت يو جږپوړی مامور ياد كړ چې سمدستي ترينه استاذ شكايت شروع كړ. شكايت دا و چې د استاذ زوی يو لايقه زده كونكی دی او غوښتل يې چې د طب پوهنځي ته كامياب شي. خو د طب پوهنځي ته كاميابيدل څه اسانه خبره نه وه. دا نه چې ورته د ډېر لياقت او پوهې ضرورت و ، بلكه د ډېرې قوي واسطې او يا د يو لوی رشوت ضرورت و. نو ځكه خو زما استاذ چې د هغه په وينا د شل زره افغانيو رشوت وسعه نه لرله، دغه جږپوړي دولتي مامور ته مراجعه كړې وه تر څو ورته د يوې مسلحې ډلې -چې د افغانستان تعليمي سيسټم يې په لاس كې و- كوم مشر وګوري او ليك وركړي چې زوی يې د طب په پوهنځي كې شامل شي. دولتي مامور ورڅخه معذرت غوښتی و ځكه چې د نوموړي اړيكي د هغې مسلحې ډلې د مشرانو سره ښې نه وې، نو كولی يې نشو چې واسطه ورته وګوري. استاذ راته وويل چې بله لار نه وه، هر كس بايد قوي واسطه ولري او يا رشوت وركړي چې د خپلې خوښې پوهنتون ته كامياب شي.
د كابل پوهنتون ته لاړم او هلته هم زده كونكو د دغه مشكل نه شكايت لرلو. ځينو خو راته خپلې ويديوي مركې هم راكړلې چې پكې كې د دولت د ځنو منسوبينو څخه -چې په پوهنتون يې كنترول لرلو- شكايت كولو. لوی شكايت د رشوت او ژبني تبعيض و. د لوګر د ولايت څخه راغلي يو زده كونكي راته وويل چې په پوهنتون او مربوطه موسساتو كې بايد كوم جږپوړی مامور وپېژنې او يا رشوت وكاروې تر څو خپل د خوښې پوهنځي ته كامياب شې. او په پوهنتون كې د نه مقررۍ دپاره خو دا بس و چې څوك په پښتو خبرې وكړي.
سږكال هم هيوادوال انديښنې لري چې د دولت محترم مامورين به د تېرو كلونو تكتيكونه استعمال كړي. د ځينو زده كونكو په قول سږه كال د خپلې خوښې پوهنځيو ته د كاميابيدو د رشوت قيمت هم زيات شوی دی. د طب او انجنيرۍ قيمت د زرو ډالرو نه زيات او د حقوقو د پوهنځي قيمت د اته سوو او زرو ډالرو تر منځ اټكل شوی دی. او طريقه يې هم داسې ده چې رشوت وركونكی به د كوم باوري درېمګړي سره متفق عليه پيسې ږدي او چې كله د خپلې خوښې پوهنځي ته كامياب شي نو درېمګړی به دولتي مامور ته هغه
پيسې وركوي. زده كونكي دا اندېښنه هم لري چې د تېر كال په شان كيدای شي د كانكور پوښتنې په تور بازار كې خرڅي شي او يا به بيا د كانكور نتيجې لغوه اعلان شي.
زما په عقيده د خلكو اندېښنې په ځای دي. سره د دې چې افغانستان هم د ټولټاكنو په سرته رسولو د جمهوريت د تاسيسولو لمړی قدم واخستلو، خو د خفګان خبره دا ده چې دا جمهوريت ډېر د پاكستان جمهوريت ته ورته دی. د كوزې پښتونخوا د مشهور ليكوال نورالبشر ""نويد"" خبره مونږ ځان سره د پاكستان څخه د پاكستان د ""كلچر"" يا كلتور ځنې مهم عناصر افغانستان ته انتقال كړيدي. چې يو يې هم په دولتي ادارو كې د رشوت اخستل دي. د مجاهدينو د دورې ملوك الطوايفۍ او په تېرو كلونو كې د ځنو مسلحو مليشو د منسوبينو كردارونو په دولتي موسسو او ادارو د خلكو اعتبار بيخي له منځه وړی دی. دولت بايد كوښښ وكړي چې د خپلو موسساتو په نزاهت او غښتلتوب د خلكو باور وساتي او يا يې بېرته لاس ته راوړي.
دا چې نوې كابينه د ولس د رايې د اخستلو نه وروسته ټاكل شوېده، د ولس ملاتړ لري، او د تعليمي ادارو په سر كې د مسلحو مليشو مشران قرار نه لري او ښاغلی اشرف غني د كابل پوهنتون مشر شوی دی، دا يو ښه فرصت دی چې دولت د خلكو باور بېرته وګټي. ځكه كه هر څوك رشوت د كاميابۍ لار وګڼي او د دولت د مامورينو په ريښتنولۍ خپل باور د لاسه وركړي، شايد دا به ډېره سخته وي چې د هيواد د راتلونكي نسل او خصوصا متعلمې طبقې څخه د هيواد په ابادۍ كې د مثبت رول هيله ولرو. تعليمي ادارې يو عظيم فرصت لري چې په هيواد كې د ريښتنولۍ او ايماندارۍ كلتور بېرته راژوندی كړي، په سږني كانكور كې د بډو اخستلو او واسطو كارولو مخنيوی وكړي ، او د راتلونكي نسل پوهانو او مشرانو ته دا وښايي چې د دوی حقوق په ځای دي او لږكي خود غرضه او فاسد عناصر نشي كولی د دوی په راتلونكي لوبې وكړي.
هيله ده چې سږ كال به د كانكور په هكله د خلكو اندېښنې فقط اندېښنې پاتې شي او واقعيت ته به نه ترجمه كېږي، تر څو د تيرو كلونو بې اعتباري او بې ايماني خاتمه ومومي او هر د حق څښتن ته خپل حق ورسېږي.
",سږنۍ كانكور ازموينې
2094,,"
پېښور - پنجشنبه ٦ کب ١٣٨٣
په دې وروستيوکې دپاکستان په ډلييزو رسنيوکې دالقاعده دترهګرتنظيم مهموغړونومونه ،تصويرونه اودهغوی په سرانعامونه په پرله پسې ډول خپريږي اوپاکستان د دولت له خوادااشتهارات راځي چې ددې غړوپه ګرفتارۍ کې به دپاکستان دولت دامريکاددولت له خوامعلومات ورکونکي اومرسته کوونکي ته دهرغړي په سر انعام ورکوي . د جایزوتفصيل په دې ډول دی :ايمن الزواهري دوه نيم کروړه ډالروپورې ،اسامه بن لادن دوه نيم کروړه ډالروپورې ،مصطفی بنت مريم نصر پنځوس لکه ډالروپورې ،عدنان جی الشکري حوماپنځوس لکه ډالروپورې ،مرحمت مرسی السيدعمرپنځوس لکه ډالروپورې ،ملاعمريوکروړډالروپورې ،مصطفی محمدفاضل پنځوس لکه ډالروپورې ،عبدالله احمدعبدالله پنځوس لکه ډالروپورې ،علی سيدمحمدمصطفی الکبری پنځوس لکه ډالروپورې ،سيف العادل پنځوس لکه ډالروپورې ،محسن موسی متولی عطوی پنځوس لکه ډالروپورې ،شيخ محمدسليم سوډان پنځوس لکه ډالروپورې احمدمحمدحامدعلی پنځوس لکه ډالروپورې ،انس ال الهی پنخوس لکه ډالروپورې ـهمدارنګه دتيلفون شمېرې دبريښناليک له پتوسره په دغو اعلانونو کې خپريږي ،.چې اطلاع ورکوونکې ورسره په تماس کې شې اواطلاع ورکوونکې دويب پاڼې په ليدولودجايزې ترلاسه کولووروسته کولی شي له خپلې کورنۍ سره په هرهيوادکې چې وغواړي داستوګنې ځای ورکول کيږي او راز به یې هم پټ ساتل کېږي -د څارونکو په نظر جوتیږي چې لا هم په پاکستان کې زیات شمېر مهم اور پکي ژوند کوي ـ
",پاکستان د القايده او طالبانو دمهمو غړو په سر انعام و ټاکه
2095,افغان رساله - کاناډا,"
له کاناډا څخه خپرېدونکې (افغان رساله) يې په پرله پسې توګه خپروي
افغان رساله – کاناډا - ٦ کب ١٣٨٣
د امریکايي وتلي ژورناليست او د واشنګتن پوست د مسوول مدیر ښاغلي باب ووډوارډ مشهور کتاب ( بوش په جنګ کې - Bush At War) چې په ۲۰۰۳ کال کې خپور سوی وو، د هغه وروسته د افغان رسالې دايمي همکار ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد لخوا د ژباړلې کار پیل کړ او د یو کال راهیسې د افغان رسالې په مسلسلو ګڼو کې پرله پسې خپریږی او همدا راز ددې کتاب د ژباړلې کار تير کال پای ته رسیدلې دی او اوس دغه کتاب د افغان رسالې د خپرونو لخوا تر چاپ لاندي دی.
د (بوش په جنګ کې) کتاب به ډیر ژر د مینه والو تر لاسونو ورسيږي .
همداراز د يادوونې وړ دی چې ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد په سلګونو ليکنې کړې او ژباړلې دی چې په مجاهد ولس، دعوت، ګربت او افغان رساله کې خپرې سوي دی . ډاکټر صمد د څلورو کالو راهیسې د افغان رسالې منظم قلمي همکار دی.
ده څلور کتابونه ژباړلې دي چې درې يې پخوا خپاره سوي او څلورم يې د يو کال راهسيې په افغان رساله کې په پرله پسې توګه خپريږي .
د ډاکټر نثار احمد صمد خپاره سوی آثار دا دي :
١ - ډ ډګروال يوسف او مارک اډکين اثر ( The Bear Trap) په دری ژبه د (( فاجعه قرن ما)) په نوم د ۱۳۷۴ لمریز کال جدی میاشت -په ۳۸۴ مخونو کې) دا کتاب وروسته په پيښور کې نامعلومو کسانو بيله اجازې دوهم ځل چاپ کړ او درې میاشتې وړاندې بیا هم همالته بیله اجازې چاپ سو.
٢ - د مشهور امریکایی لیکوال ښاغلي بروس ریچارډسن اثر ( Afghanistan - Ending The Reign of Soviet Terrer) په پښتو د (( لستوڼې مار)) تر عنوان لاندې ( د ۱۳۷۷ لمریز کال جوزا میاشت - په ۱۲۰ مخونو کې) .
٣ - د لوډويک اډامیک اثر ( Afghanistan Foreign Affairs to the Mid-Teventieth Century(( د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ)) تر عنوان لاندې په پښتو ( ۱۳۷۸ لمریز کال اسد میاشت - په ۶۰۲ مخونو کی) البته دا کتاب دوه ځل بیله اجازې درې میاشتې مخکې په پیښور کې چاپ سوی دی.
٤ - د امریکایی مشهور لیکوال ښاغلي باب ووډوارډ ( Bush At War) په پښتو ژبه د (بوش په جنګ کې) تر عنوان لاندې .
دا کتاب چې څلور سوه مخونه لری تر اوسه خپور سوی ندی مګر دتیر یو کال راهیسې په افغان رساله کې منظماْ خپریږی . او ډیر ژربه انشاء الله له چاي څخه راووزي .
٥ - د کالکا رنجن قانو ګو اثر ( شیر شاه اور اس کا عهد) پښتو ژباړه همدا اوس تر لاس لاندې ده چې انشا ءالله ژر به تکمیل او چاپ سي.
د ډاکټر نثار احمد صمد برېښناليک پته : nsamad@hotmail.com
په درناوي
د افغان رسالې اداره
E-mail : afghanpost@rogers.com
",( بوش په جنګ کې ) پښتوژباړل شوی دی
2096,,"
٦ کب ١٣٨٣ لمريز
د بري راز
( ټولنيزه اروا پوهنه )
د بري راز ( ټولنيزه اروا پوهنه ) د پروفيسر جان مورګان ليکنه ده ، ښاغلي ميرزا علم حميدي په پښتو ژباړلی او د پښتو ژبي نوميالي کره کتونکي ښاغلي زرين انځور سريزه پرې ليکلې ده .
نوموړی کتاب د ٢٦ سرليکونو په لرلو سره په ١٨١ مخونو کښي په روانه پښتو ژبه خپور شوی دی .
په ياد شوي کتاب کي ښاغلي زرين انځور د کتاب په سريزه کښي د ليکوال په اړه داسي ليکلي دي :
د خوښۍ ځای دی چې د نوميالي افغان ليکوال او ژباړونکي ښاغلي ميرزا علم حميدي په قلم يو بل اثر هم په پښتو وژباړل شو ……
… دغه اثر په ټوله نړۍ کښې دومره مشهوره دی چې ښايي ډېره لږه داسي بله ژبه به وي چې د ويونکو شمېر يې له څو مليونو څخه واوړي او دغه اثر دې ونه لري ، يوازي زموږ خوارو ، اټکل پنځوس مليونو پښتنو ، لاتر اوسه پوري دغه اثر پر خپله ژبه نه شوای لوستلی .
له نېکه مرغه ښاغلي حميدي ، موږ په دې برخه کې هم د نړۍ د نورو ژونديو اولسونو او ژبو د سيالۍ جوګه کړو .
( د بري راز ) داسې يو اثر دی چې هر پښتون ته يې لوستل لازم دي ، دا نه يوازي چې په ځانګړي او شخصي ژوند او د ځانګړي ژوند د برياوو لپاره ډېر ګټور دی .
ټولنه کي د يو غوره رول لوبولو لپاره ډېرې په زړه پورې لارښودنې لري . . . . . ( د کتاب د سريزې څخه )
د کتاب نوم : د بري راز
ليکوال : پروفيسر جان مورګان
غورچاڼ او ژباړن : مېرزا علم حميدي
کمپيوټر چارې : مېرزا علم حميدي
دخپرېدو ځای : پېښور – پښتونخوا
دخپرېدو کال : ١٣٨٣ ل - ٢٠٠٥ زېږديز
دچاپ شمېر : ١٠٠٠ ټوکه
د ښاغلي مېرزا علم حميدي پرله پسې څوارلسم پښتو دغه کتاب په پېښور کې له دانش کتاب پلورنځی ، ننګرهار کي ګودر کتاب پلورنځی ، کابل کي ښاغلي کاتب پاڅون ، کندهار کي افغان کتاب پلورنځی او کوئټۀ کښي صحاف کتاب پلورنځی څخه تر لاسه کېدای شي .
",د بري راز ( ټولنيزه ارواپوهنه )
2097,,"
٦ د کب ١٣٨٣
د افغانستان په لويدېځ کې غور هغه ولايت دي چې د روان ژمي اورښتونو او سړې هوا د نورو ولايتونو په پرتله ډېر ځپلې دي.
د خوراک نړيوال سازمان ( ډبليو ايف پي) واي د غور ولايت د لرو پرتو سېموسلګونو وګړو ته د هوا له لاري خوراکي توکي رسوي چې د واورو د اورښت له کبله يې اړيکي د بهر سره پرېشوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو يو وياند وويل چې د حکومت او نړيوالو سازمانونو يوه جرګه ګۍ په راروان پسرلي کې د سېلابونو سره د مبارزې لپاره چمتوکيږي. ",د غور ولايت سره خوراکي مرسته
2098,,"
",
2099,,"
",
2100,ولي شا طبيب - کندهار,"
ولي شاه طبيب – کندهار ٧- کب ١٣٨٣
ما يو وړوکی ماشوم وليد چه تقريباُ اته خزانه يې ليدلي وه ،دماشومتوب ښکلا يې دمبلايلو او تورو دودونو لاندي پټه سوې وه ،غوړ او خيرني جامې يې په تن وې ،ديوه تيزرفتار موټر دټير په خلاصيدو لګيا و ، په خپلو نازکو او وړو لاسو کښي يې دومره توان او قدرت نه درلود چه دټيرونو پيچونه خلاص کړي ، ماشوم به پر پانه ودرېدی او يو خيز به يې پر پانه وواهه او پېچ به يې خلاص کړ ، بيا به يې بل پيچ ته پانه ورواچول او په دي ترتيب يې پاتي پيچونه يو په بل پسي خلاص کړل ، زه چه په حيرت کښي ولاړ وم اوزړه ته مي نه لويدل چه دا وړوکی ماشوم دي دموټر ټير راخلاص کړي ، خو ماشوم په ډيره کاميابۍ دا کار ترسره کړ ، ماشوم ماته داسي وکتل چه ګواکي دخپلي کاميابۍ الهام يي راکاوه چه زه هم يو څوک يم او دکار کولو جوګه يم ، ماشوم ماته څه ونه ويل بلکه دټير په پنچرۍ نيولو اخته سو . په دې شېبه کښي مي دماشوم نه پوښتنه وکړه چه ايا ښوونځی ته ځي که نه ؟ ماشوم بيله دې چه ماته وګوري په ناهيلۍ او نااميدۍ سره لنډ جواب راکړ : يا، نه ځم . بيا مي پوښتنه ځني وکړه چه ولي نه ځې ؟ هغه ځواب راکړ چه زه کسب زده کوم موږ مسکينان او غريبان يو مور مي دبل کور کالي مينځي او پلار مي روزانه مزدوري کوي ، دلته کار هم زده کوم اودهفتي دوه سوه افغانۍ او دغرمي ډوډي هم راکوي ، په دي شېبه کښي يې استاد راښکاره سو، ماشوم ډير تلولۍ او وارخطا سو او په خپل کار لګيا سو او نوره يي ماته پاملرنه ونکړه .
مادوه واړه ماشومان وليدل چه دکابل دنوي ښار دپارک په يوه کنج کښي په دې سړه يخنۍ کښي دکچرو او انبارو په ډيران کښي لالهانده وه ،دي دوو تنکيو ماشومانو په خپلو نازکو لاسونو دغه ګندکي او کچري دي خوا او هغي خوا ته اړولې ، ددې ماشومانو باړخوګان او لاسونه دکابل ديخنۍ له وجي سره اوښتي وه ، دخولې نه يې تاوده توښونه راوتل او په متواتر ډول ټوخيدل ، تابه ويل چه سوزنده تبه لري او شايد چه همداسي به وه.
دوی په غذايي پاته شونو ،زړو ډبو او پلاستيکي بوتلونو او نورو پسي کتل ، کله چه دی معصومو ماشومانو خپل نازک لاسونه په کچرو ننه ايستل ، زما زړه به په درزهاري سو ،ماويل نه چه دانازک لاسونه په کوم تيره او تېز شي باندي غوڅ نه شي .
ما يو بل اته کلن ماشوم وليد چه دکابل دنوي ښار په شاوخوا کښي يې ورځپاڼي خرڅولې ، په پياده
روکښي به په لارويانو پسي ځغاسته چه ګوندي کومه ورځپاڼه پري خرڅه کړي ، نوموړي ماشوم به په
خپله ماشومانه ژبه دورځپاڼي دمطالبو عنوانونه ذکرول تر څو وکولاي سي چه دلارويانو څخه څوک کومه ورځپاڼه واخلي .
هوکي دداسي بې وزلو ګلاليو ماشومانو مثالونه زښت زيات دي . ددې ماشومانو دحقوقو په هکله کتابونه ليکل سويدي ، نړيوال قوانين او کنوانسينونه تيار سويدي ، زيات شمير پروتوکولونه تهيه سويدي . دنړۍ ډير شمير ممالکو پر دغو اسنادو لاسليکونه کړي دي . دکاغذونو پرمخ ډيري لاس ته راوړني او پرمخ تګونو راپورونه ورکول کيږي ،خو حقايق بل ډول او ډير زړه دردونکي دي .
زه دې ماشومانو ته واړه اتلان وايم ،دوی په دې کم عمر دکورنۍ خرڅ برابروي ، ديولوی مسؤل شخص په ډول کړنه کوي ،دژوند دناخوالو سره په جګړه کي دي . نن ورځ دي نوم ورکو وړو اتلانو ته ډير ګواښونه متوجې دي ،دا ماشومان دناروغيو په وړاندي مقاومت نه سي کولاي . ددوي جسمي او دماغي وده دګواښ سره مخامخ ده ، دوي ته دلوبو او راحت امکانات نه سته ،ښه غذا نه ورته رسيږي ، دوی دښووني او روزني څخه بې برخي دي . دا خاموش واړه اتلان په ډير حسرت سره هغو ماشومانو ته ګوري چه هره ورځ په تودواو پاکو جامو کښي دښوونځيو خوا ته روان دي ، په چوپتيا سره هرڅه زغمي ، شکايت نه کوي ، خپل وړوکۍ او دهوس نه ډک زړه يې کوټلی او تر درندې تيږي لاندي کړی دی په خپله غريبۍ او محروميت يې قناعت کړی دی .
زموږ په ګران افغانستان کښي ددې بې وزلو او هېر سويو ماشومانو شمېر دبل هر هيواد زيات دی ، دحکومت وظيفه ده چه خپله پاملرنه دې وړو اتلانو ته راواړوي ، ددوی دحقوقو داعادې لپاره هلي ځلي وکړي ، هغه بيځايه ملا ماتوونکي مصارف چه ددولتي ادارو ،وزارتو او دفترونو دښکلا او ډيزاين لپاره کيږي ددي غريب ملک لپاره اړتيا نه ده ، ديو ملک پرمختګ دمجللو او ښايسته قصرونو په درلودولو سره نه ارزيابي کيږي بلکه ديوه ملک ترقي او پرمخ تګ ددي نه معلوميږي چه په هرو زرو ماشومانو کښي څومره يي تر يو کلنۍ او پنځه کلنۍ پوري رسيږي ، دخلګو دمتوسط ژوند اندازه يې څومره ده ، ديوه شخص کلنۍ پس انداز څومره دی ، که چيري پورته معيارونه مدنظر ونيسو نو زموږ ګران افغانستان د۱۷۸ ممالکو په لست کي دپای دخوا پنځم هيواد دی ، يعني صرف څلور ممالک تر موږ هم بدبخته دي چه هغه هم دجنګ په لمبو سوځي .
زموږ دهر وطنوال وظيفه ده چه په دي هکله ژور فکر وکړي ، او يو ځل خپل نازولۍ بچی ددي بي وزلو ماشومانو په بڼه کي تصور کړي .
.
دابي وزلی ماشوم دکندهار په ښارکښي دغربت او محروميت ورځي تيروي
",تنکي ماشومان - واړه اتلان
2101,عبدالله احسان,"
پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين نظري زوی په کال١٣٣٤ د غويي دمياشتي پر ٢١مه نېټۀ دکندهار په ښار کښي زېږېدلی دی
پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين نظري زوی په کال١٣٣٤ د غويي دمياشتي پر ٢١مه نېټۀ دکندهار په ښار کښي زېږېدلی دی .
دکندهار ښارد محمود هوتکي له ښوونځۍ نه وروسته په (١٣٥٤ ) کي دکابل د حبيبې عالي ليسې څخه فارغ شوی دی اوپه (١٣٥٨ ) ل کال کي دکابل دکرني پوهنځۍ د مېوو او ځنګلونو دڅانګي څخه فارغ شو .
د عسکري خدمت وروسته يې د کرني په پوهنځۍ کي د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړه او په (١٣٦٧ ل ) د تاجکستان د کر نی د انيستيتوت نه يې ماستری اخېستې ده په بين المللي موسسو کي يې دمېوه جاتودمسول په ټوګه هم کار کړی دي ښاغلی نظري اوس د انګليستان د لندن په ښار کي اوسيږي .
دلسګونو مقالواو ژباړو نه برسېره يې لاندني اثار چاپ شوي دي .
باغباني
زعفران
د مېوولرونکو ونو ډېرونه
د روميانو پيازو او بېنډيو وچول
دسابو تازه ساتنه
په باغونوکي د سرې استعمال او نور
له ١٣٦٢ ل راهيسې يې د طنز او کيسو په ليکلو پيل کړی .
چاپ شوي اثار :
د څوکۍ خوند ( د طنزو ټولګه)
سر خلاص که ! ( د طنزو ټولګه)
انساني سرکس ( د طنزو ټولګه)
پايلوچ بنګ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولګه )
خندنۍ بهرنۍ ټوکي د چاپ لاندي او خدا روزيش کنه ( د طنزو ټولګه )
چاپ ته چمتوده
پايلوچان ( ناول)
٢٠٣٠ کال ( ساينس ناول)
د طنز يوه بېلګه :
دڅوکۍ خوند
وروسته تر هغې چي جلندر خان له رياسته ليري شو ، برات ګل خان چي ډير ښه چلندی او ټولنيز سړی دی زموږ ريس شو.
هغه هر چا ته ان که د نهمي رتبې مامور هم وي له ځايه پورته کيږي د ﻻس روغبړ ورسره کوي اوترکتني وروسته يې تر وره بدرګه کوي.
زما دا کړه ډير خوښيږي ځکه د انسان کرامت ته درناوی تر ټولو ښه کار دی.
ورو ورو ځير کېدم چي نوی ريس صايب يوازي پخواني ريس جلندر خان ته له ځايه نه پورته کيږی په ناستي روغبړ ورسره کوي اووروسته يې هم نه بدرګه کوی.
ما ته دا معما پيچلې وه نو ځکه يوه ورځ ريس صايب ته ورغلم. ماته چي د تحريراتو کارمند وم له ځايه جګ شو تر روغبړ وروسته مي غوښتنه ترې وکړه، هغه په ورين تندی اجازه راکړه.
ما ځينی وپوښتل:
_ ريس صايب که څه سپين سترګي کيږي خو بيا هم ستاسو ښه چلند دا جورت راکوي چې يوه پوښتنه وکړم.
_ مهرباني!
تاسود ښه چلنداو سلوک له مخي چې لری يې ټولو اړوند انو ته چې ستاسو ليدو ته راځي له ځايه جګېږئ خو...
خو يوازی جلندر خان ته نه ....
که مود هغه نه ډير بد راځی چې نور دلته د راتلو
اجازه ورنه کړم .
ريس وويل:
_ نه،نه
د ريس تندی ﻻ پراخ شو او لږ موسکی شو او ويې ويل:
_ هغه داسي سړی دی که چيري زه له ځايه پورته شم هغه سمدﻻسه زما پر ځای کښيني او ورو يې زياته کړه:
ځکه هغه د دې څوکۍ خوند لېدلی دی .
",محمود نظري
2102,,"
٧ د کب ١٣٨٣
د افغانستان د هلمند په ولايت کې په يوه نښته کې ٩ تنه افغان عسکر وژل شوي دي. پېښه د پاکستان پولې ته نږدې د دېشو په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي.
طالبانو ددغه پېښې پړه پر غاړه اخېستي خو افغان چارواکولا تراوسه د برېد په اړه څوک نه دي تورن کړي.
د دغو عسکرو د وژنې موخه لا مالومه نه ده خو يو شمېرسېمه ايز وګړي واې چې هغوي د غلوپه لټون لګيا وو چې ووژل شول. ",په هلمند کې ٩ افغان عسکر ووژل شول
2103,بېلابېلي ټولنو او خپرونو وړانديز,"
٧ کب ١٣٨٣ لمريز
د کندهار پوهنتون دعلامه رشاد بابا رح د پوهنتون د نومولو وړانديز
د علامه رشادبابا رح د مړيني سره جوخت د لوی کندهار ، لوی ننګرهار ، لويه پکتيا او نورو ولايتونو ولس اوپه تيره بيا فرهنګيانو غوښتنه اود نوموړو ولايتونو د واليانو او جرګو وړانديزونه داوه چي د کندهار پوهنتون دي د علامه رشاد بابا په نوم ومول شي .
په دې ا ړه د فاتحې په دوهمه ورځ د کندهار ولايت دهغه مهال والي او اوس د ښارجوړولو وزير ښاغلي انجنير محمد يوسف پښتون او د جنازې په ورځ په کندهار ولايت کي د ننګرهار د ولايت د والي ښاغلي حاجي دين محمد په پيغام کي او د علامه بابا د مړيني څلوېښتمه چي د يوې ادبي / علمي پراخي څېړنغونډي په توګه په ننګرهار کي نيول وشوې وه اوپه هغه کي د افغانستان د ډيرو ولايتونو استازو ګډؤن کړی و د خوست ولايت د هغه مهال د والي ښاغلي معراج الدين پټان له خوا د کندهار پوهنتون د علامه رشاد بابا رح د پوهنتون په نوم د نومولو وړانديزونه وشوه او په خپلو ولايتونو کي ددوی په نوم د ښوونځيو او اکاډيميکو مرکزونو د نومولو ژمني وکړل شوې .
په دې اړه د کندهار ولايت د هغه مهال دوالي ښاغلي انجنير محمد يوسف پښتون او د کندهار ولايت د اصلاحي جرګې چي مشر يې دولسمشر ورور ښاغلی احمد ولي کرزی دی ليکلي وړانديزونه د منظورۍ لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته واستول شول او د ولسمشر د کلتوري چارو استازي سرمحقق ښاغلي زلمي هيوادمل ته ورسيدل .
اوس د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د کلتوري چارو او مطبوعاتي دفتر څخه په ډير درنښت هيله کيږي چي د نوموړو چارو د پرمختګ او منظورۍ په اړه افغان ولس او په تېره بياد فرهنګيانو ، فرهنګپالو او ددې چارو د مينه والو دغي غوښتني ته څومره ژر چي کيږي مثبت ځواب ورکړل شي .
په درناوي
په هيواد کي دننه او بهر د افغاني علمي او کلتوري ټولنو او خپرونو ادارې :
د هوسۍ مجلې اداره، كابل - افغانستان پكتيكا مدني او كلتوري ټولنه، پكتيكا - افغانستان بېنوا فرهنګي ټولنه، كندهار - افغانستان ميوند كلتوري ټولنه، كندهار - افغانستان د مړوند مجلې اداره، كندهار - افغانستان بست فرهنګي ټولنه، هلمند - افغانستان ګوربت فرهنګي ټولنه، وردګ - افغانستانرڼا كلتور او ادبي ټولنه، كابل - افغانستانهېواد كلتوري او ادبي ټولنه، كندهار - افغانستان د نښتر مجلې اداره، پكتيا- افغانستانخوست ادبي يون، خوست - افغانستان بلخ كلتوري او ادبي يون، مزار شريف - افغانستانكندوز ادبي غورځنګ، كندوز - افغانستان بغلان ادبي بهير، بغلان - افغانستان افغان ادبي بهير، پېښور څانګه، پېښور افغان ادبي بهير، كابل - افغانستان رشاد كره كتنه، كابل - افغانستان شيخ متي رح ادبي ټولنه، زابل- افغانستان ترنك ادبي ټولنه، زابل - افغانستانسورغر ادبي ټولنه، زابل - افغانستان
د هوډ مجلې اداره - کندهار افغانستان
لمبه دوې مياشتنۍ – سهيلي پښتونخوا کوئټه
افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه هالنډ
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه امريکا
افغاني ټولنه - نيويارک ، متحده ايالات
افغان رساله مياشتنی اخبار - ټورنټو ، کاناډا
دعوت مياشتنی اخبار _ ناروې
پښتون يون - نيويارک ، متحده ايالات
افغاني ټولنه _ کليفورنيا ، متحده ايالات
د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکي ) - ډنمارک
سلام فرهنګي ټولنه - هالنډ
",کندهار پوهنتون د علامه رشاد پوهنتون په نوم اړول
2104,مېرزا علم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
لږ د سياست په هکله
سياست يوه اړينه، ستونزمنه او ځېرکه پوهه ده . څرنګه چې د سياست بنسټيز مواد او موضوع انسان دی او انسان هم داسې پيچلی ژونده سری دی چې تر اوسه په بشپړ ډول نه دی پېژندل شوی . انسانان بيل، بيل احساسات، زړه سواندۍ اوګټې وټې ، رنګه رنګ ځان مننې، اروايي حالات او بدني اړتياوې؛ لنډه دا چې د ګټې وټې ډول، ډول مادي او معنوي غوښتنې لري . دا غوښتنې په ځانګړي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي چاپېريال کې جوړښت مومي . د پرمختللي انسان د چاپيريال شرايط د بل انسان د چاپېريال له شرايطو سره توپير لري . لکه څنګه چې ارواپوهان د چاپېريال له شرايطو سره سم د انسانانو د ښې پېژندګلوۍ،د ټولنيز کلتور د څرنګوالي، د ملي او نړيوالو شرايطو او اړيکو په پام کې نيولو سره ګام اوچتوي . همدارنګه سياسي کړه وړه هم بايد ډير ځانګړي، د پام وړ او له مخکې څخه پر تله شوي وي .
له کتابي روښانتيا پرته د سياست غټ ټکي د کړو وړو څرنګوالی او د يوه نظام د رامنځ ته کولو او ټېنګولو تګ لاره ده چې د هغه پربنسټ د خپلې غوښتنې نظام او اداره ټېنګه کړي. کيدای شي چې دغه هر اړخيزه څرګندونه په يوه کورنۍ، په يوه لويه او يا کوچنۍ ټولنه ، په يوه هيواد او يا په نړيواله کچه د ژوندانه په بيلا بيلو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اړخونو کې و څیړل شي .
ددې لپاره چې د سياست څرنګوالی په ښه او اسانه توګه تر لاسه کړو؛کولای شو دغه څیړنه د بيلګې په توګه د يوه هيواد په کچه پلي کړو .سياستوال غواړي د سياسي ډلې يا سياسي ګوند او يا د خپل ځانګړي باور او اغيزې له لارې په يوه هيواد کې د خپلې خوښې اداره او کړنلاره ټينګه کړي چې د ټول هيواد سياسي، اقتصادي . ټولنیز، کلتوري، حقوقي او ملي ژوند ددغه کړنلارې پر بنسټ سمون ومومي . له دې کبله سياست د نظام جوړول او سياستوال هغه څوک دی چې د خپلې خوښې نظام جوړونکی او پلی کوونکی دی .
دا ځکه د سياست لپاره ډول، ډول نومونه کارول کیږي لکه ارتجاعي سياست، مترقي سياست، ملي سياست، استعماري سياست او د استعمار ضد سياست . تبعیضي سياست ، دتبعيض ضد سياست، د اپارټېد سياست او د اپارټېد ضد سياست . عادلانه او د عدل ضد سياست او داسې نور . دا نومونه د سياستوالو د کړو وړو او د دوی د سياسي نظام له مخې ټاکل کیږي او باور تر لاسه کوي .
ملي سياست په هر هيوادکې د ژوندانه له اړينو او مهمو ارزښتونوڅخه برخمن دی . کله چې په يوه هيواد کې د سم او وړ سياست له لارې يوه داسې کلکه سياسي او عادلانه اداره ټېنګه نه شي چې بنسټ يې د خلکو پر ټاکنو ولاړ وي هغه هيواد د ګډوډۍ او اړودوړ په لوري درومي، خلک او ټولنه له درنو غميزو او ډول، ډول ستونزو سره لاس په ګريوان کيږي .
تر ټولو لومړۍ سياسي وړتيا او ځېرکتيا داده چې د یوې دولتي ادارې د جوړولو لپاره هڅې او هاند وشي دا ځکه چې دا ډول اداره د هيواد د ژوندانه له ډیرو اړينو اړتياوو څخه ده او هېڅ هيواد نه توانیږي چې ددغه ډول ادارې له درلودلو پرته خپل ملي ژوند سم او ټولنه د اجتماعي عدالت او پر مختګ په لاره روانه کړي .
د سياست عمومي منځپانګه د قانوني دولتي نظام ټېنګول دي او د دولت ډولونه هم په اساسي قانون کې بيان او کښل کیږي، په دوديز ډول دولتي نظام د تقنيني، اجرائيه وي، قضايي او لوې څارنوالۍ د ځواکونو درلودونکي وي او هر يو ځواک ځانګړي او بيلې، بيلې دندې لري چې په سر کې يې د دولت رئيس (پاچا يا ولسمشر) وي،د ولسمشر او دولتي ارګانونو واک او مسوليتونه په قانون کې ښکاره او بيان شوي وي .
-په سياست کې هميشه رښتيا وايه ځکه هغه دوستان چې په تاباورلري ستاپه خبرو عمل کوي اوستادښمنان چې خبرې دې نه مني ستادخبروپه وړاندې دريږي .« بيزمارک »
- انسان هغه مهال د سياست په کار کې غولیږي چې فکر وکړي؛ نور يې غولولي دي . «ژول کامبون »
- د نیمې ورځې حکومت؛ د سلو کلونو کور ورانوي « پښتو متل »
",څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول (لومړۍ برخه)
2105,,"
د بېنوا ويبپاڼي درنو لوستونکو ته سلامونه !
بېنوا ويبپاڼي د يو شمېر دوستانو په مشوره په ويبپاڼه کښي د خپرېدونکو خبرونو او مقالو د زېرمه کولو ( ارشيف ) د جوړولو وړانديز وکړ ، د ويبپاڼي د تخنيکي چارو مسول خالد هادي د بېنوا ويبپاڼي له لاري ټولو خپرېدونکو خبرونو او مقالو ته دوه بېلابېل ارشيفونه جوړ کړل چې دې کار هغو دوستانو ته کوم چي پسله څه مودې د يوې زړې مقالې ، راپور ، يا خبر په لټه کي وي ، پيدا کول اسان کړي .
که تاسو هم په بېنوا ويبپاڼه کښي د تېر وخت کوم زوړ ګزارش ، مقاله يا خبر ترلاسه کول غواړئ هيله ده د ويبپاڼي په نيوليک ( مينو ) کښي د خبرونو ارشيف - د مقالو ارشيف کيلي کښېکاږئ او خپل د خوښي سرليک ولټوئ .
که تاسو د بېنوا ويبپاڼي په اړه کومه نيوکه ، وړانديز يا نظر لرئ ، نو زموږ سره يې شريک کړئ ، تاسو خپل نظر د ويبپاڼي د مېلمنو په پاڼه کښي ليکلائ شئ ، او همدا ډول يې د اړيکي کيلي په کښېکښلو سره موږ ته د برېښناليک له لاري هم راليږلائ شئ . د خپلو غوره مشورو ، نيوکو او وړانديزونو په راليږلو سره بېنوا ويبپاڼه لا غني او پياوړې کړئ !
پـــــــــــــه درنـــــــــــــــاوي ",د ويبپاڼي خبرتيا
2106,غفور لېوال - واشنګټن امريکا,"
ســـــــــــــــــــــــــــودا
په امريکه کې هرپوهنتون خپله يوه ځا نګړې نښه لري دبيلګې په توګه دارېزونا دپوهنتون نښه وحشي پيشو وه چې د پېژندنې پر کارت به د خوارکوټي محصل دعکس تر څنګ دپيشو يو غټ سر هم رسم شوی و ، په اوله کې چې ما پر خپل کارت پيشو وليده نو خدای ج شته ښه قار راغلی و خو وروسته پو ه شوم چې دا څه بلا ده٠ خو دلته دمريلند دپوهنتون نښه بيا کيشپ ده چې کابليان يې سنګپشت بولي٠ بس هرچېرته چې ګورې دې چښتن مړي سر نيغ نيولی وي ان چې دپوهنتون اخبار هم Diamond Back يانې الماس ډډی نوميږي. په ټوله امريکه کې دمريلند پوهنتون دژورناليزم پوهنځی نامي دی ځکه خو کېدای شي له همدې وجې څخه يې دې پوهنځي ته مخامخ اودپوهنتون دلوی کتابتون ددروازې تر مخ يو غټ کيشپ له تيږې څخه جوړ کړی او کله چې يې سړی په لومړي ځل وګوري نو دسړي بيم ترې وشي. په پوهنتون کې دا يو رواج ګرځيدلی چې دشموليت په لومړۍ ورځ اوهم دازموينوپه وخت کې ساده محصلين دکيشپ په پوزه لاس راکش کړي دوی دا يو ښه پال ګڼي زه په اوله ورځ خپل ﻻرښود پروفيسور دلته راوستم اودا يې راوښود ، زه دوه څيزونو حيران کړی وم يو دا چې دا کيشپ څومره دقيق جوړ شوی چې ته وا اوس به نو روان شي او بل دا چې دکيشپ ډبر ينه پوزه داسې ځليده لکه له زرو چې جوړه وي او دا له بسه چې لکونه لکونه ﻻسونه پرې کش راکش شوي وو ،زما ﻻرښود پروفيسور لکه چې پوه شوی و چې دکيشپ د پوزې پاکول ما ته دخندا خبره ښکاره شوې نو يې خبره بدله کړه او دپوهنتون دلوی کتابتون سيپتونه يې راته پيل کړل.
کيشپ زما دپوهنځي او کتابتون تر منځ لکه غاړه ناست و اوزه چې ددې دواړو ودانيو ترمنځ تقريبا هره ورځ تېرېدم په هغه به مې سترګې لګېدې اوخامخابه مې دمحصلينو په ساده ګۍ پورې خندل٠زما يوامرکايي ملګری
ديويد به کله کله له ما سره په دې لاره ته ،يوه ورځ يې خدای ج خبر څه په زړه کې وګرځېدل چې ناڅاپه يې رانه وپوښتل: ته په دې باورلرې؟ حيران شوم چې سړی لکه چې بنګساره شو که څه بلا؟ ورته مې وويل په څه؟
- په کيشپ ٠ هم غوسه راغلې وه اوهم خندا ، ما ورته وويل خدای دې خوار که ليونی خو نه يم چې په کيشپ به باور کوم٠ ده راته وويل : زه هم باور نه پرې لرم او دامحصلين ډير ساده راته ښکاري چې دکيشپ پزه سولوي ، ماورته وويل ،هر څوک پوه شه کار يې ، خو زه چې هروخت دې کيشپ ته ګورم نو يو ښه هنري کار راته ښکاري اوبس٠ ديويد خوشاله شو او ويې ويل : ياره ته هم ما غوندې هوښيار يې٠ ما څه ونه ويل ،ده زياته کړه ، زما خو ځکه هم کرکه ترې راځي چې دکيشپ په پزه هر څوک ﻻس وهي نو دا د خلکو روغتيا ته تاوان هم پېښوﻻی شي٠
ورځې تېريدې دازموينو په وخت کې چې دکيشپ دپزې دسولولو ورځې وې اوکله کله خو به محصلين ورته په کتارکې وﻻړ وو ،يوه ورځ چې زه په کتابتون کې وم نو ګورم چې ديويد ډېر چورتي راروان دی له لنډ روغبړ وروسته يې راته وويل سبا ته د (خلک پوهنې )يا انتراپولوجي سيمينار لرم موضوع مې دجنوبي اسيا هيوادونه دي څنګه وکړم وخت راباندې تنګ دی پروفيسور ته په ګوتو راکړې خو٠٠٠
ما ورته وويل هلکه څه خوخو لرې زه پوه شوم چې بيا مرسته غواړې زه بيګاه ته اپرتمان ته راشه زه به درته لګيا يم ته يې ليکه ٠ديويد له خوشالۍ څخه يوه ټرټکه وکړه اوبې خدای پاماني روان شو ٠په هغه شپه ديويد دکوم افغان له رستورانت څخه ښه ډېر کباب راوړی و او له خوشامنده يې قسمونه خوړل چې درستورانت په لوحه يې ليکلي و(( Halal Meat)) يانې حلاله غوښه٠
دشپې تر ناوخته مې ديويد ته څه نيم ونيمکله مالومات ورکړل اوهغه هم څو پاڼې ډکې کړې ، چې ته نو هسې له ريشخنده مې ورته وويل هلکه ډير تشويش مه کوه که دې زړه ډير ناکراره و نو دکيشپ پوزه خو شته٠ ديويد څه وغورميد او په تياره کې ورک شو ٠
ما به ډېر ځله سهاري دلوی کتابتون په کانتين کې قهوه څښله په وطن کې خو مې نه پېژندله خو دلته په امريکې کې چې دشنه چای پيدا کول دمرغۍ پۍ و نو دا ميرات مړې مې سم عمل ګرځېدلی و، په دغه سهار هم د کړکۍ تر څنګه ناست وم او دقهوې له غوړپونو څخه مې داسې خوند اخيسته لکه چرسيان يې چې د چيلم له شپيلۍ څخه اخلي٠باندې مې کتل چې په يوې ښکلې نجلۍ مې سترګې ولګېدې هغې چې خپل سره بخون ويښتان يې د اس دشوخ کوټي ( بچي )دلکۍ په څېر خوځول همدا چې ډبر ين کيشپ تا راورسيده نوودريده ،خپل دکتابونو تبراق يې په اوږه ور سم کړ او دکيشپ پزه يې ښه په زوره وسولوله ،دلته نو زه پوه شوم چې لکه چې کمبخته سخته ازموينه لري٠ توبه مې دې وي ، ما ﻻ دنجلۍ دويښتانو په اکو بکو پسې کتل چې ناڅاپه ديويد را پيدا شو ښه دروند بار ورسره و؛ نقشې، ګرځنده کمپيوټر ، کتابونه او عکسونه، يو څه وارخطا ښکارېده ،لکه چې بيړه يې وه خو همدا چې کيشپ ته راورسيده نو پښه نيولی شو ځناور ته يې وکتل څوشيبې يې همداسې ورته کتل لکه څه ته يې چې سودا وي ، بيا يې شاوخوا وکتل لکه غلا چې کوي ورنږدې شو دکمپيوټر بکس يې کېښود او ده هم ښه په زوره دکيشپ پر پوزه ﻻس تېر کړ يوځل بيا يې شاوخواوکتل بکس يې راواخيست او په منډه د لويې ودانۍ په دروازه کې ورک شو٠
ما له قهوې څخه ورستی غوړپ وکړ خو دا نوره سړه شوې وه٠
٦ کب ١٣٨٣ لمريز کال – واشنګټن ډي سي ",ســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــودا
2107,عبدالله احسان,"
ښاغلی عبدالغفور لېوال د۱۳۵۲ لمريز دكب دمياشتې په شلمه نېټه دكابل ولايت دموسهي په ولسوالۍ كې زيږيدلى په خټه صاحب زاده حسين خېل ، او دعلي محمد خان زوى دى
ښاغلی عبدالغفور لېوال د۱۳۵۲ لمريز دكب دمياشتې په شلمه نېټه دكابل ولايت دموسهي په ولسوالۍ كې زيږيدلى. په خټه صاحب زاده حسين خېل ، او دعلي محمد خان زوى دى .
لومړی زده کړي يې دكابل داعتبار خان په عالي لېسه او لوړې زده كړې يې دكابل پوهنتون دژبو اوادبياتو په پښتو څانګه كې تر سره كړي دي، اوس دلا لوړو زدكړولپاره په امريكې كې دى.
دندې :
١ د ( هنداره ) خپرونې خبريال او دچلوونكې ډلې غړى.۱۳۷۴ل
٢دكابل پوهنتون دفرهنګي شورا مرستيال۱۳۷۶-۱۳۷۴ل
٣دافغانستان د مرستو دمركز دبشري حقونو دڅانګې غړى۱۳۷۷-۱۳۸۰ل
٤په كابل كې د( جګړې او سولې دراپورجوړونې دانستيتيوت ) لومړنى كتونكى(اډيتور) او مسوول۱۳۸۰ل
٥په كابل كې دآزادۍ راډيو دپښتو څانګې كتونكى او خبريال۱۳۸۱ل
٦دافغانستان داساسي قانون دكميسيون دمطبوعاتي څانګې مشر او ددارالانشا وياند۱۳۸۱-۸۲ل
نوموړى په هېواد كې دبېړنۍ لو يې جرګې لپاره دهېواد دليكوالو،شاعرانو او ژورنا ليستانو منتخب استازى و او داساسي قانون دلويې جرګې پر مهال يې ددغې جرګې دمطبوعاتي چارو دسمون مسوليت پرغاړه درلود.
دى په افغانستان كې دقلم دنړيوالې ټولنې دنهه كسيزې استازې جرګه ګۍ غړى دى . همداراز يې د۱۳۸۲ كال دهنرمندانو دنړيوالې ورځې په وياړ دهېوادد ممتازو هنرمندانو په ډله كې دپښتو دښه شاعر رسمي ستاينليك ګټلى دى.
ښاغلی لېوال د ۱۳۸۲ لمريز کال راهيسي د امريكې دمتحده ايالاتو په پلا زمېنه وا شنګټن ښار كې د لوړو زدكړو لپاره اوسيږي ، او دزدكړې له پاى ته رسولو سره سمد ستي به انشاالله دخواږه وطن ښكلې لمن ته ورستون شي.
- چاپ شوي اثار :
١ - مخه ښه او دوه منظومې ۱۳۷۶ ل- پېښور
- ٢ژړا ، اور ، مينه دشعرونو ټولګه ۱۳۷۷ل-پېښور
- ٣هوسۍ منظومه ۱۳۷۸ل – پېښور
- ٤ارشاك او اوشاس منظومه ۱۳۸۰ل- پېښور
٥ - دوريښمو تول دپښتو شعر داوسمهالي بهير كره كتنه۱۳۸۱ل كابل
- ٦دماشومانو لپاره كيسې او بوختياوې دماشومانو دادبياتو په هكله ۱۳۸۱ل- كابل
- ٧كله چې ته خپه شې دشعرونو مجموعه۱۳۸۲ل- كابل
٨ - دنيلوفرو كيسې راټولونه (دافغان ښځو په هكله دبيلابيلو ليكوالو كيسې ( ١٣٨١ ل ) پېښور
له ۱۲۰ څخه ډيرې علمي – مسلكي مقالې دهېواد په مجلو او خپرونو كې .
د ښاغلي لېوال يو شمېر کتابونه د چاپ لاري څاري .
د شعر بېلګه :
علامه رشــــــــــــــاد ته چې دبيا ليدو ارمان يې زما پر مساپر زړګي پاتې شو!
خپل استاد ته !
او ستا دلمر په شان وجود هم پريوت
هېڅ مې باور نه راځي
ها مازيګربه مې هميش په زړه وي
چې پر سبا يې زما سفر پيلېده
زه ستا دكور په لويه خونه كې ناست
او ستا دتود غږ له وږمو سره جنت ته تلمه
تاراته وويل چې :
...پام چې وطن هېر نه كړې
مګر استاده ! ته چې ولاړې
دا وطن او موږه چاته پريږدې؟
مګر داژوبله او يتيمه پښتو چا ته پريږدې؟
يوه ورځ تا را ته ويلي ووچې :
( فخر شاگردهنرمندبه استاد رسد.)
مګر استاده ! اوس حيران يم چې زموږ فخر به چاته رسي؟
موږه بې فخره شو
بې سره شو
بې لمره شو
بس ته چې ولاړې
اې د پښتون مذهب رهبره وايه
زموږ دپوهې پيغمبره وايه
كه ستا دتللو نيت و
ولې دې موږ ته دومره مينه راكړه
موږ خو ويده وو دابد په شپو كې
ولې دې مړو رګو كې وينه راكړه
دا ويښ زلميان به اوس په كوم لوري ځي ؟
ته خو يې مشر د دستار سړى وې
دا افغانان به اوس په كوم لوري ځي ؟
استاده ! اوس به دا نيمګړې نسخې چا ته لولم
دا- دخوشال فرهنګ - به څوك وليكي
دا د - اټك - لانجه به څوك وڅيړي
دستر پښتون نيكه به څوك پېژني
زما دتاريخ دهسك له لمرسره خو ته اشنا وې
خو
ستا دلمر په شان وجود هم پريوت
هېڅ مې باور نه راځي
نه !
زه دا منلى نه شم
لا ډېر څه پاتې دي چې ته يې وكړېيوازې ته
يوازې ته
يوازې ...
واشنګتن دي سي
ددسمبر اوله 2004
",غفور لېوال
2108,,"
٨ د کب ١٣٨٣
د افغانستان دولت واي هند ته د ولسمشر حامد کرزي سفر خورا بريالې و. د دغه سفر په ترڅ کې د هند د نوومرستو ژمني شوي.
په ځانګړې توګه د افغانستان د هوايې چلند د بنسټيزو ادارو د پرمختګ ، کابل ته د يوي مياشتی په ترڅ کې د هند د هواي کرښو د الوتلوبيا پيل، دبرېښنا د نوو پروژو او د سټلايټ ټلويزيون د جوړولودمرستو ژمني شوي. ",د افغانستان سره د هند دنوو مرستو ژمني
2109,,"
٨ د کب ١٣٨٣
د افغانستان امنيتي چارواکي واي چې په پلازمينه کابل کې په دې وروستيو کې د وسلوالو غلاو او ډاکو کچه لوړه شوي ده.
په دې کې د يوشمېر حکومتي چارواکو په کورونو هم ډاکې پرېوتي دي.
امنيتي چارواکي دا د منظمو ډلو او بانډونو کار بولي. دغه چارواکي دا هم نه ردوي چې کيداي شي دغه وروستۍ غلاوي او ډاکي د پېسو د تر لاسه کولو تر څنګ سياسي هدف هم ولري.
",په کابل کې د غلاوو کچه لوړه شوي
2110,,"
د ١٣٨٣ د کب ٨
کابل : نن ( شنبه ) د کابل په هوايي ډګر کې هغه مهال يوه بله پېښه وشوه چې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو يوه بار وړونکې الوتکه د کوزيدو پر وخت د کنترول له برج سره ولګيده .
د ايساف وياند په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د دې پېښې له امله زيان نه دی اوښتی .
تيره مياشت د کابل په هوايي ډګر کې تر کوزيدو وړاندې د کام ايير يوه بويينګ الوتکه په غرونو کې ولويده چې ١٠٤ کسان يې ووژل .
",د کابل هوايي ډګر کې بله پېښه
2111,,"
",
2112,,"
",
2113,مېرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
قا نون جوړوو نکی ( تقنيني) ځواک
قانون جوړوونکی ځواک د هيواد ملي شورا ده چې په دوديز ډول له دوو شوراګانو څخه جوړه شوي او په هر هيواد کې بيل، بيل نومونه لري . په افغانستان کې دغه دوې شوراګانې د اولسي جرګې او د مشرانو جرګې په نومونو یاديږي . د اولسي جرګې ټول غړي د ټاکنو له اصولو سره سم په ازاد، پټ، سیده او دموکراتيک ډول ټاکل کيږي .
په ټاکنو کې هر يو وګړی د يوې رايي حق لري چې په دې ډول ټول خلک کولای شي؛ د خپل ګران هيواد افغانستان په سياسي ژوند کې برخه واخلي . همدارنګه د قانون جوړوونکي ځواک د کار موده، دندې او حقونه د قانون له لارې برابريږي . د مشرانو جرګې ډير غړي انتخابي او ځنې يې د ولسمشر له خوا ګومارل کیږي .
د ملي شورا ستر واکونه او دندې د قانون جوړول، منل او له منځه وړل، په نړيوالو تړونونو خط راکښل، منل او پای ته رسول، د دولتي بودجې، د پرمختيايي، اقتصادي او ټولنيزو پلانونو منل او د پيسو خپرول دي . د پارلماني سيسټم په درلودلو سره حکومت ته د رایې ورکول او بيرته اخيستل .
له حکومت او يا د حکومت له يوه غړي څخه پوښتنې او ګروېږنې، په حکومتي چاروکې د قانونيت ټېنګښت، څېړنه او کنټرول، د بېړني حالت اعلان او نورې اړوند دندې چې واک يې په دوی پورې تړلی وي . خو که چيرې ولسمشر د ټولټاکنو له لارې ټاکل کيږي يوازې د کابينې غړي له ملي شورا څخه د باور رايي اخلي او ملي شورا کټ، مټ د پارلماني سيسټم غوندې د حکومتي چارو د څېړنې کنټرول او د پوښتنو، ګروېږنو واک لري .
- قانون بايد د هر هيواد د خلکود غوښتنو، مزاج او تمدن له مخې جوړشي . « مونتسکيو»
",قا نون جوړوو نکی ( تقنيني) ځواک
2114,,"
د ١٣٨٣ د کب ٩
کابل : د افغانستان د کورنيو چارو د وزير وياند لطف الله مشعل نن ( يکشنبه ) په کابل کې ورځپاڼه ليکونکو ته وويل چې د حج او اوقافو د وزارت مرستيال عطا الرحمن سليم د حاجيانو تر شکايتونو وروسته په کابل کې ونيول شو .
ښاغلی سليم له حج څخه په ستنيدو نيول شوی . حاجيانو شکايت کړی و چې دۀ ورڅخه رشوت غوښت او د دولت له لورې د قربانۍ د ګډورو ژمنه هم نه وه پوره شوې .
د کورنيو چارو د وزارت وياند وويل له ښاغلي سليم څخه به اوس پوښتنې کيږي .
د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت حامد کرزي ويلي و چې دی به يوه سالمه اداره راولي . په کابل کې ځينې په دې باور دي چې که دا هڅه د هغې ژمنې د پوره کولو پيل وي ، ډير ښه ګام دی .
",د حج او اوقافو مرستيال وزير ونيول شو
2115,,"
",
2116,,"
",
2117,پښتون زرغون - کليفورنيا,"
پښتون زرغون – کليفورنيا
د روانې مياشتې ( کب – فبروري ) په لومړۍ اوونۍ کې د متحدو ايالاتو د مشرانو د جرګې يوۀ پلاوی کابل ته سفر درلود چې له څو پلوه د پام وړ و . امريکايي پلاوي يو وار بيا ټينګار وکړ چې له افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او افغانان به بيا يوازې نه پريږدي . دا هغه څه و چې نه يوازې د ولسمشر حامد کرزي بلکه د ميليونونو افغانانو د زړۀ غږ و.
په دغۀ امريکايي پلاوی کې د نيويارک سناتوره هيلرې کلنتن هم وه چې د افغانستان په ليدو يې وروسته ورځپاڼه ليکونکو ته خوښي وښووله . د پخواني ولسمشر بيل کلنتن ميرمن هيلرې د ډيرو په ګومان د ديموکراتانو له لورې ښايي د راتلونکو ټاکنو يوه کانديده وي . له ميرمن کلنتن سره يو بل مخکښ سناتور جان مکين و. ښاغلي مکين په خپلو خبرو کې ياده کړه متحد ايالات غواړي چې د افغان حکومت په ملګرتيا په دغۀ هيواد کې دايمي يا تلپاتي پوځي اډې جوړي کړي .
احساساتي مساله
افغان دولت تر اوسه د ښاغلي مکين پر وړانديز کوم دريځ نه دی ښوولی . د پټې خولې دغه دريځ يې د سياسي چارو ځينې شننونکي معقول بولي . داسې مسايل بايد ولسي جرګه وڅيړي . ولس بايد دا حق ولري چې په دا ډول مسايلو کې د هو او نه رايه ورکړي . ځينې ښايي استدلال وکړي چې په احساساتي مسايلو کې د هغۀ ولس نظر ښايي له ولولو ډک وي چې نژدې درې لسيزې يې په جګړو تيرې کړي دي .
د تلپاتو ګډو پوځي اډو مساله ځکه احساساتي ده چې په تيرو پيړيو کې دغه ډول يو عمل ښکيلاکګر بلل شوی او ثابت شوی دی . افغانان تر بل هر چا د ښکيلاک په وړاندې ټينګ دريدلي او پر ځای مقاومت يې کړی دی . ليکن د اينټرنيټ پېر د ښکېلاک زاړۀ مفاهيم بدل کړي دي . اوس يو هيواد پاس په هسک کې د سپوږمکيو په مټ هم د بل هيواد څارلی شي ، د اقتصادي مرستو او ژمنو په خوږو يې اړ ايستی شي چې د هغوی له زړۀ سره سم پل واخلي . بنآ د يوۀ هيواد ښکېلول يوازې پوځي حضور او د پوځي اډې شته والی نه دی .
زيانونه
د جنګ ځپلي ولس احساسات پر هغو مسايلو ژر او په اسانه پاريدلی شي چې په سترګو يې ويني . ګاونډيانو ته چې د تيرو درو لسيزو له افغان تنارۀ يې ډوډۍ ګرمه وه ، د دا ډول پلمې په لاس ورتلل ښه وسيله ده چې پرګنې وپاروي . حکومت مخالفې سياسي ډلې ټپلې هم د ولس له احساساتو څخه په ګټې اخيستو همدا مساله غټولی شي . د دولت هره تېروتنه په اسانۍ سره د پردو لښکرو له پاتې کيدو سره تړاو موندلی شي . په دې توګه ولس له دولت څخه پکې واټن پيدا کولی شي .
ګټې
د سناتور مکين په خبرو کې د (( ګډو پوځي اډو )) خبره د پام وړ ده . ښاغلي مکين دا نه وايي چې دغه اډې به يوازې د متحدو ايالاتو وي بلکه افغان پوځ به ورسره ګډ وي . د دې ګټه دا ده چې ډير ژر به افغان پوځ په رښتينې مانا مسلکي پوځ شي . د نړۍ تر ټولو غښتلي او منظم پوځ سره که څوک شپه او ورځ تمرينات کوي ناشونې ده چې اغيز پرې ونه لري . يو غښتلی مسلکي پوځ او د نړۍ د تر ټولو غښتلي ځواک شته والی کورني جنګسالاران يا ټوپکماران د تل لپاره غلي کولی شي .
په سيمه کې ګڼ داسې هيوادونه شته چې پوځي او اقتصادي توان يې تر افغانستان څو ځلي ډير دی . د نړيوال او غښتلي ملګري ځواک په نشتوالي کې افغانستان بيا د دغو سيمه ييزو ځواکونو د اوزلوبې په ډګر بدليدی شي . موږ داسې ګاونډيان هم لرو چې که يې وس ورسيږي نو زموږ خاوره جلا کوي او ملي يو والی مو ماتوي . ځينې نورو سره بيا لانجمنې کرښې ترمنځ لرو چې هغوې يې د نړيوالو پولو په توګه پر موږ تپي . خو د غښتلي ځواک شته والی نه يوازې د همدې ويرو مخنيوی کوي بلکه نړيوال پانګه وال هم هڅوي چې په يوۀ باثباته هيواد کې چې پوتانشل يا توان يې هم ډير دی پانګونه وکړي .
پايله
د امريکايي سناتورانو خبرې ته دقت پکار دی . دا بايد جوته شي چې په رښتيا هم واشنګټن دغه ډول کوم هوډ لري او که تش د يو نيم سياست وال هيله ده چې له خواخوږۍ يې وايي . دولت بايد ملت وغږوي . ولس او سياسي استازي يې بايد دې مسالې ته ژور وګوري . ظاهري او احساساتي اړخونه بايد پر اوږدمهالو ملي ګټو ښه ونه بولي . که دغو ټولو اړخونو ته پام وشي د ميرمن کلينتن او نورو امريکايي سناتورانو دغه لنډ سفر ښايي موږ او زموږ راتلونکي کهول ته د تلپاتې سوکالۍ زيری ولري .
",پوځي تلپاتي اډې ،ګټې او زيانونه
2118,شا سعود سعود,"
د کتاب نوم : جانانه ستا تر دره څنګه درشم ( شعري ټولګه )
ليکوال : شا سعود سعود
کمپيوټر چ . : دانش خپرندويه ټولنه پېښور
چاپ کال : ١٣٨٣ لمريز
خپرندوی : دانش کتاب پلورنځی
د ترلاسه کېدو پته :
کندهار : افغان کتاب پلورنځی ارګ بازار
کابل : دانش کتاب پلورنځی دچرګانو کوڅه
ننګرهار : ګودر کتاب پلورنځی
پېښور : دانش کتاب پلورنځی
کوئټۀ : صحاف کتاب پلورنځی
د خپرندوی پته :
دانش خپرندويه مؤسسه قصه خواني بازار پېښور پښتونخوا
ټيلفون شمېره :ـ ٢٥٦٤٥١٣-٩١-٠٠٩٢ برېښناليك :ـ danish2k2000@yahoo.com ",جانانه ستاتر دره څنګه درشم
2119,مېرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ ",د چارو بشپړوونکی ځواک ، نياوکوونکی ځواک
2120,,"
د څو مياشتو راپه دې خوا دخوست ولايت د انټرنټ له اسانتيا څخه برخمن شوی دی
په خوست كې د سمون ادارې، لېوال كمپنۍ او خوست والي معراج الدين پټان په ګټو هڅو د عامو خلكو لپاره د انټرنېټ اسانتياوې په غوره كچه برابري کړي دي ، تر دې مخكې د ايينې (افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز) له خوا د ۲۰۰۴ كال په اپرېل كې د خلكو لپاره د انټرنېټ اسانتياوې چمتو كړې وي.
خو اوس مينه وال كړاى شي چې ښوونځي، پوهنځي، كورونه، او د كار و بار ځايونه له نړيوال كلي سره د ۱۵۰۰ ډالرو په بدل كې ونښلوي، چې بيا به يې د مياشتې ۵۰ ډالره وي. په خوست كې د ايينې د انټرنېټ مسوول ښاغلى پير محمد يونس حليم وايي: دغه مركز د عامو خلكو لپاره په ۴۰ كمپيوټرونه لري، چې د ورځې اته ساعته د مينه والو په وړاندې ايښي دي. ښاغلى حليم زياتوي: كه په خوست كې څوك غواړي چې په خپل كارځاى، دفتر، كور او يا بل ښوونيز ځاى كې انټرنېټ لاسى ولري، نو ورته ښايي چې لومړى ۱۵۰۰ ډالره وركړي او بيا هره مياشت ۵۰ ډالره د انټرنېټ كارونې بېل غوڅ كړي.
خوست ولايت خپل وېبپاڼه هم جوړه كړې، چې كړاى شئ په دغه ننداره يې وكړئ.
www.khost-web.tk
www.khost.gov.af ",خوست کې اينټرنيټ
2121, استاد عطامحمد ياري,"
د کابل پوهنتون استاد ښاغلي عطامحمد ياري څه موده مخکي بېنوا ويبپاڼي ته ليک راليږلی ، و ، ددې لپاره چي د تخنيکي ستونزو له کبله يې موږ ته ليک په ځنډ رارسيدلی دی ، ليک يې کټ مټ خپروو او درانه لوستونکي يې له وړانديه خبروو ، او له ښاغلي استاد نه د ليک په ځنډ خپرېدا له کبله بخښنه غواړو .
په درناوي ( د بېنوا ويبپاڼي چلوونکي )
د بينوا ويبپاڼې ښاغلو چلوونكو او درنو لوستونكو:
زما نېكې هيلې ومنۍ.
د خوښۍ ځاى ده چې د پښتو ژبې ويبپاڼې ورځ په ورځ لا ښكلې او شتمنې كيږي، او د شمير له پلوه هم مخ په ډيريدو دي. زه په داسې حال كې چې ستاسو د هڅو بېدريغه ستاينه كوم، غواړم ستاسو له لارې ټولو هغو مخكښو ته چې په دې اړوند سوچ او كار كوي او يا هم د كمپيوټرپوهنې سره بوخت دي څو وړانديزونه وكړم:
- پښتو ژبه په كمپيوټر كې د ليكلو لپاره د يوه معياري ليكمن (كيبورډ) كارونې او په پراخه كچه د هغه منلو ته اړتيا لري. وړانديز كوم چې ځينې فرهنګي ټولنې او يا مخكښ كسان راوړاندي شي او په دې هكله د يوه اړين ګډ ګام د پورته كولو لپاره څينې غونډې او اړيكې سمبالې كړي.
- له بله پلوه په ډيټابيسونو كې په پښتو ژبه د مالوماتو د كارونې لپاره دې ته اړتيا ده چې پښتو توري د كمپيوټرونو چلوونكو سيستمونوته د پوره پيژندلو وړ شي. په دې هكله د افغاني پوهانو، فرهنګي ټولنو، كارخاوندانو او افغان دولت ګډ كار ته اړتيا ده. برسيره پر دې، له ځينو نړيوالو كمپيوټر او پروګرام جوړونكو كمپنيو سره هم په دې هكله د اړيكو نيولو ته ضرورت دى. ددې كار لپاره ډير قوي دليل د پښتو ژبې د جامع والي خبره ده. دا ژبه د خپلو ځانګړو تورو نه پرته د عربي او فارسي ژبود ټولو تورو لرونكې ده. په اقتصادي او مالوماتي لحاظ د جامعو سيستمونو جوړول، پيرودل او كارول خصوصي او دولتي ارګانونو ته ډير مطلوب او اړين كار دى.
هيله ده چې د پورتنيو وړانديزونو په هكله سوچ او كار وشي.
په خورا درنښت
پوهنيار عطامحمد يارى
د كابل پوهنتون استاد
",پښتو سيسټم
2122,,"
١٣٨٣ د کب ١٠
کابل : له پلازمېنې څخه ٧٠ کيلومتره شمال پلو د سالنګ په سيمه کې د واورو ښوېيدنې سړک تړلی دی .
افغان چارواکي وايي د واورو د ښوېيدنې له امله ډبرې او خاورې په سړک راټولي شوي او نژدې سل متره اوږد سړک باندې اوس تر درو مترو ډير انبار پروت دی .
داسې ويره ده چې تر څو ورځو به دغه لار تړلې وي .
",د واورو ښويېدنې سالنګ تړلی
2123,,"
",
2124,,"
١٠ د کب ١٣٨٣
په افغانستان کې د ښځو لپاره د فټبال د لومړني ملي ټېم يا لوبډلې د غړود انتخابولو لړۍ پېل شوي ده.
دا مهال په کابل او نورو ولايتونو کې له لسو زيات ټېمونه فعال دي.
د ښځينه ملي لوبډلې لپاره د غوراوي دوه پړاوه پاي ته رسېدلي او تر اوسه ٢٥ تنه لوبغاړي د ښځېنه ملي لوبډلي لپاره په ګوته شوي دي او دا لړۍ به د فټبال د ښځېنه ملي لوبډلي د غړو تر بشپړولو دوام ولري.
په پام کې ده چې د افغانستان د فټبال ښځينه ملي لوبډله په ايران کې د فټبال په سياليو کې برخه واخلي. ",په افغانستان کې د فټبال ښځينه ملي لوبډله جوړيږي
2125,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
لويه څارنوا لي
لوی څارنوال او نور څارنوالان په اجرائیه وي څواک کې د ننه او د باندې يو ډول قانوني څارنه کوي . د قانون تر پښو لاندې کيدو په صورت کې څارنوالان په محکمو کې له ټولنيزو ګټو او د قانون له حاکميت څخه ملاتړ کوي . د لوی څارنوال او د نورو څارنوالانو ګومارل او د څارنوالۍ سيسټم رامنځ ته کول په هر هیواد کې له قانون سره سم تر سره کيږي .
هغه څه چې بايد ارومرو وويل شي؛ په هر دموکراتيک دولتي نظام کې قاضي القضات او نور قاضیان، لوی څارنوال او څارنوالان، ټول پوليس او پوځيان د هېڅ يوه ګوند او سياسي غورځنګ غړي نه شي کيدای . همدارنګه دين هم له سياست څخه بيل وي .
-لکه څنګه چې ډاکتر د ناروغیو په هکله وسوس لري او تر ټولو زيات له مکروبو ډارېږي؛ همدا ډول څارنوالان هم بايد تر ټولو زيات له قوانینو څخه وډار شي او په رښتيني ډول یې تطبیق کړي .
- ټولنيز پسادونه دوه ډوله دي : يو دا چې خلک د قوانينو پروا نه کوي؛ دغه خوږ درمل کيدای شي . بل دا چې قوانين خلک پاسيد وي، دغه خوږ نه شي درمل کيدای ځګه چې دا خوږ په خپله د درملو له کبله دي . «مونتسکيو »
* * *
د سياست بنسټيزه دنده
د سياست لومړۍ او بنسټيزه دنده د يوه دولتي نظام ټېنګول دي . دا چې دا نظام د څرنګه اساسي قانون پر مټ رامنځ ته کيږي د هغه هیواد د خلکو په هوډ، منلو او غوښتنو پورې اړه لري .
خو هغه څه چې د خلکو اړتياوې او غوښتنې تر سره کوي هغه څه دي چې د يوه دولتي نظام د ټېنګښت بنسټ جوړونکي دي . کوم ملتونه چې ملي شعور لري دوی خپل دولتي نظام د ملي ګټود خونديتوب او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره غواړي .
هوښيار خلک نه يوازې د خپل ملي نظام کمزوري او ړنګول نه غواړي بلکې ودانویې، د وخت له غوښتنو سره سم په کې سمون راولي، د هغه مهال له اړتياوو سره يې سم د ملي او نړيوالو غوښتنو جوګه کوي .
دوی په دې خبره پوهيږي چې د دولت درلودل تر دې ډير ښه دي چې هېڅ دولت ونه لري . ځکه چې په بشري ټولنه کې د دولت جوړول مدني او مترقي پديدې ګڼل کيږي .
همدارنګه ډيرو ملتونو د ژوند په اوږدو کې زښتې زياتې ستونزې او غميزې زغملي دي تر څو لومړی د دولتي نظام په ټېنګښت بريالي شوي دي او بيایې خپل نظام دموکراتيک او عادلانه کړی دی .
- سياست بې غږه سوان دی چې ورو، ورو خپل ځان د مقصد پړاو ته رسوي . «مونتسکيو »
- سياست د شطرنج د لوبې غوندې دی ؛ دچا چې دغه لوبه زده نه وي هغه يې بايلي. « ژان ديوليس »
",څو سياسي خبرې ( لويه څارنوالي ) > > >
2126,ننداره,"
پېښور پېښور.په ډېرې خوشحالۍ سره مو خبرترلاسه کړی چې سندريزې چينې دهيواددځوان اونوښتګرشاعرمصطفی سالک له سينې څخه راووتلې په دې سندريزې چينې به دډيروهيوادوالوخاصتادشعرددنيادمينانوتنده ماته شي اوډېرې وچې شاړې به په دې چينوخړوبې شي - همدارنګه سالک ته دسندريزې چينې مبارکي وايواوددرنولوستونکوشعري تنده ددې چينې په څاڅکوماته غواړو - ",سالک د (سندریزې چینې )خوا ته
2127,,"
د ١٣٨٣ د کب ١١
کابل : ولسمشرانو حامد کرزي او صفر مراد نيازوف نن د تيلې فون په کرښه خبرې وکړې . په دغو خبرو کې د چارواکو په وينا له ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د غازو د نلليکې په باب دواړو خپل نظر ووايۀ .
دواړو مشرانو په دې مسالې باندې د مخامخ ليدو او نورو خبرو غوښتنه وکړه .
",افغان او ترکمن ولسمشرانو خبرې وکړې
2128,,"
١٣٨٣ د کب ١١
کابل : د ولسمشر کرزي ميرمن ډاکټرې زينب کرزۍ د ايران د ولسمشر محمد خاتمي ميرمن زهره خاتمي نن د ارگ په ماڼۍ کې وليده .
په تور پړوني کې پټه ايراني لومړۍ ميرمنه د ډاکټرې زينب کرزۍ په پرتله غلې او بې زړۀ ښکاريده .
ډاکترې زينب کرزۍ تير کال د ايران د سفر په ترڅ کې ميرمن خاتمي ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې وه.
په دې سفر کې به ميرمن خاتمي د ښځو او معيوبينو او شهيدانو له وزيرانو سره وويني .
",ميرمن خاتمي د ميرمن کرزي په بلنه کابل کې ده
2129,,"
",
2130,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",په سياست کې د ايديا لوژۍ په منګولو کې نه کښېوتل
2131,سورغر توخي,"
په کندهارکې دولتي چارواکو تايد کړي ده چي دخواجه حسن ميوندي دزيارت دري تاريخي ډبريني دروازي چي ١٠٠٠ کلن قدامت لري ددلوي پر دولسمه نيټه نامعلوموکسانو دشپي پر دوي بجي دميوند له هديري څخه دنوموړي له زيارته نه وړي دي .""
په کندهار کې اطلاعاتو او کلتوررئيس عبدالمجيدبابي دبينوا ويبپاڼي خبريال ته وويل :"" ددې دروازو په اړه پرون موږ ته حال راغلي په دي اړه ما له ګل اغا شيرزي سره هم وليدل هغه هم ډيره خپه ده موږ په دې اړه جدي معلوما ت کوو خو تر اوسه مو لاس ته څه نه دي راغلي .""
دبابي دوينا له مخي دوي ډير ناوخته خبرشوي دي ددي دروازو له غلا څخه کابو يوه مياشت تيرږي خو دده په وينا دوي هلي ځلي کوي .
ديادوني وړده چي خواجه حسن ميوندي دسلطان محمود غزنوي په سرشاره دوره کي دوزير او له هغه وروسته بيا دسلطان محمودغزنوي دزوي سلطان مسعود سره تر وزيري وروسته دبلخ دحاکم په صفت کار کړي دي چي وروسته بيادورپيښي ناروغي له امله يي په هرات کي ومړ چي وروسته دزامنو له خوا خپلي پلرني هديري کندهار ميوندته رارسول شوي دي دادري دورازي چي دده دزيارت له پاره جوړي شوي وي پر دريو واړو دروازو باندي دخواجه حسن ميوندي ژوندليک ليکل شوي وه .""
",دخواجه حسن ميوندي تاريخي ډبريني دروازي ورکي دي
2132,,"
١٢ د کب ١٣٨٣
د نړۍ د روغتيايې سازمان ( ډبليو ايچ او) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق ( يونسف) د پلټنو له مخې په افغانستان کې شپږ اعشاريه اوه مليونه د پنځو کالو نه ښکته عمرماشومان ژوند کوي.
د ماشومانو لپاره د پوليو ( ګوزن) د واکسيناسيون د پروګرام له مخې په پام کې دغه ټول ماشومان واکسين شي.
خو د نړۍ د روغتيايې سازمان د چارواکو په وينا به يو اعشاريه درې مليونه ماشومان د افغانستان په شپېتو ولسواليو کې د لارو د خراب والي او بنديدو له امله د واکسيناسيون له لومړۍ لړۍ څخه بې برخې پاتي شي.
سږ کال به د پوليو دواکسين په لومړۍ لړۍ کې پنځه اعشاريه څلور مليونه ماشومان واکسين شي.
دغه لړۍ به تر دريو ورځو دوام ولري. ",افغان ماشومان د پوليوپر ضد واکسين کيږي
2133,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
د و لسواکۍ په هکله
څرنګه چې د ولسواکۍ خبره رامنځ ته شوه بده به نه وي چې په دې هکله هم لنډې خبرې وشي . انسانانو د ښه ژوند د برابرولو لپاره د ژوند له پيل څخه تر دې دمه ډير ټولنيز سيسټمونه تجربه کړي دي .
دغو تجربو دا خبره په ډاګه کړي ده چې يوازینی پايښت لرونکی سيسټم يا نظام هماغه د ولسواکۍ او د ولسواکۍ له لارې ملي حاکميت دی . د ولسواکۍ کتابي مانا « دخلکو حکومت ، د خلکو له خوا او په خلکو باندې » خو نن ورځ په عملي ډګر کې دولسواکۍ مانا ډیره پراخه او پيچلي شوي ده؛ په تېره خو په سياسي، اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي ډګر کې. دا ځګه چې د بشري تمدن له پرمختګ سره سم د ولسواکۍ سیسټم هم پرمختيا او پراختيا مومي او بشپړېږي . په ځانګړي توګه سياسي ملي دموکراتيک ګوندونه او ډول، ډول نړيوال غورځنګونه د بشري حقونو د پېژندنې، د ولسواکۍ د بډايۍ او د ټولنيز عدالت د ټېنګښت او بشپړتيا په لاره کې ډيرې سترې او بې ساري دندې تر سره کوي .
موږ په دې خبره ټېنګار نه شو کولای چې په ولسواکۍ کې به نيمګړتياوې نه وي خو دا خبره په پوره زړورتيا او ټېنګار سره کولای شو چې د ټولو سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو سيسټمونو په پرتله چې تر اوسه بشر تجربه کړي دي د ولسواکۍ نظام او د ولسواکۍ له لارې ټېنګ ملي حاکمیت تر ټولو غوره، عادلانه او د ژوند له پايښت څخه برخمن دی .
د ولسواکۍ نظام چې د ازاد بازار په اقتصادي مټ ولاړ او اساسي کار يې وړ مالیه ورکوونکی سیسټم دی . که چیرې دغه سیسټم په وړ او عادلانه توګه برابر او غښتلی شي؛ کیدای شي چې په ټولنه کې د اجتماعي پرمختيا او ټولنيز عدالت ذمه ووهي ؛ داسې چې له بډایانو او شتمنو څخه د ګټې پر اساس عادلانه مترقي مالیه واخیستل شي او د ټولنې د رښتینو اړتیاوو په لاره کې لکه پوهنه، روزنه، روغتيا، د بیکارۍ بیمه،د هستوګنې او نورو ډول، ډول ټولنیزو بیمو په لاره کې ولګول شي د ولسواکۍ بنسټیز اصل به پر ځای شي .
هر ملي حاکمیت چې د ولسواکۍ پر بنسټ پیل شوی وي د دموکراتیکو ازادیو لکه ازاد مطبوعات، سیاسي او ټولنیز ګوندونه، د وینا ازادي، د سوله ییزو ټولنو، لاریونونو او کاربندېزونوله لارې د خلکو تر سختې ساتنې او څارنې لاندې وي . ماليه ورکوونکي پخپله، د ا ولسې جرګې اود نورو ازادو امکاناتو له لارې د خپلې ورکړي ماليې څارنه کوي تر څو له هغه څخه ناوړه ګټه وانه خیستل شي .
دا ځکه ويلی شو چې په دا ډول دموکراتیکه ټولنه کې د مالیې ورکول یوه ملي او وطنپاله دنده ده . په هره ولسواکه ټولنه کې چې د ملي حاکمیت پر بنسټ ولاړه وي د ټولو لپاره یو وتلی او منلی شعار داسې دی چې « لاس دې تړلی او خوله دې پرانیستي . » دا په دې مانا ده چې د ولسواکۍ په نظام کې هر ډول ربړونکي، غوسه ناک، تېري کوونکي او سپکوونکي کړه وړه اجازه نه لري خو هر ډول وینا او هر رنګه سوله ییزه قانوني کړنه اجازه لري . له دې کبله په ولسواکه ټولنه کې د عقیدې او سیاسي باور بندي نه شته او هېڅ ډول واکمن او ځواک ددې حق نه لري چې د چا په ځانګړي ژوند کې لاس ووهي .
ځکه چې ولسواکۍ د ډیرې اوږدې تاریخي تجربې شیره ده چې له ډیرو لوړو، ژورو او پیچلو لارو څخه تېره او د پاس یادو شو ښېګڼو او ارزښتونو پر بنسټ یې پایښت موندلی دی او لا پسې غزیږي .
- ولسواکي په هغه هیوادونو کې ښه ټېنګيدای شي چې د دندې ګرانښت يې تر سراښتوب او ځانګړي ګټې زیات وي .
- ولسواکي هغه مهال رښتیني پړاو ته رسیږي چې د یوه ملت خلک نه یوازې له بدني ځواک څخه کار واخلي بلکې له روحي ځواک څخه هم د خپل هیواد په ګټه کار واخلي .
- د ولسواکۍ رښتیني ځانګړتیا په ځانګړي ازادۍ کې نه موندل کیږي بلکې د هر وګړي ازادي د نورو وګړو په ازادۍ پورې تړلي ده .
",د و لسواکۍ په هکله . . . .
2134,ننداره,"
پېښور پېښورــ دکب ۱۳ مه ۱۳۸۳دپاکستان اولس مشرجنرال پرويزمشرف نوښارکې دپيپلزپارټۍ اومسلم ليګ دسيوري لاندې دپښتون اولس يوې سترې غونډې ته په خپله وینا کې وويل - داسلام په نامه سياست کوونکوګرده نړۍ کې اسلام اباداوپاکستان بدنام کړيدي اوزیاته یې کړه چې اوس دبدل شووحالاتوله امله ټوله نړۍ کښی داسلام اصل تشخيص روښانه کولولپاره به هيوادکې دسخت دريزوډلوله منځه وړل غواړي اوددي په ځای مترقي اوميانه روي قشرونوته وده ورکول ضروري وي نوپښتانه وروڼه چې تل په اسلام مين خلک دي بايدپه سرحدکې په جدې توګه داسلام په نامه دهرډول ناجايزه فعاليتونواوتبليغاتومخه ونيسي - ",جوما تونو اومدرسو نه بایدمنفي ا ستفاده ونه شي :پروېز مشرف
2135,غرزی خواخوږی اسلام اباد,"
و ښاغلي عبدالجبار نعيمي ته د مبارکې پيغام
د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د فرمان له مخي پخواني سفارتکار، په لويه جرګه کې د خلګو ټاکل سوي وکيل او په پاکستان کې د ښاغلي حامد کرزي د انتخاباتي کمپاين مشر، ښاغلي عبدالجبار نعيمي د ارواښاد حاجي محمد نعيم زوي د افغانستان د وردګ ولايت د والي په توګه مقرر سو.
ښاغلي عبدالجبار نعيمي د پاکستان په مرکز اسلام آباد کې د افغانستان د لوي سفير د دوهم سکرتر دنده تر سره کول چي و افغان کډوالو سره يې ډيري مرستي کړي او افغان کډوال ډيري ښي خاطري ځيني لري.
وروسته د اساسي قانون په په لويه جرګه کې نوموړي د خپلي ښي روئي او و خلګو ته د ځانګړي پاملرني له مخي د کندهار د ولايت د پنجوائي ولسوالي وکيل په توګه بي له مقابلي وټاکل سو.
د ٢٠٠٤ ز کال په ټولټاکنه کې نوموړي په پاکستان کې د ښاغلي حامد کرزي د انتخاباتي کمپاين مشر په توګه وګمارل سو چي نوموړي کمپاين په ډيره اعلي توګه مخ ته يووړ.
په اسلام آباد پاکستان کې ميشته کډوال او د افغانستان ټول ولس ده څخه د وطن د آبادي او سوکالي لپاره د ښه خدمت هيله لري.
په پاي کې د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي ده ته خپل د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي او د لوي څښتن تعالي له درباره د ده برياليتوب غوښتونکي دي.
په درنښت،
د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني مطبوعاتي څانګه
",د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني دمبارکۍ پيغام
2136,پوهنوال رسول باوري,"
پوهنوال رسول باوري - هالنډ
دوې درې اونۍ وړاندي مي د خپل يوه ګران دوست ښاغلي ( مولانا ) عبدالباري دينار خيل صاحب سره د خپل منځي مجلس د دود په ډول پر دو درو کتابونو او د هغو پر ښاغلو ليکوالو خبري کولې ، چي يو لنډ بحث مو د هيواد نامتو ليکوال ښاغلي محمد ولي ځلمي پر هغه کتاب هم وکې چي په هغه کي يې د زيارتونو پيژندنه کړيده ، په هيواد کي د زيارتونو او متبرکه ځايونو په هکله مو خبري زياتي وکړې او په دې لړ کي د خواجه حسن ميوندي زيارت هم را ياد سو او خپل تر منځ مو د دې زيارت په اړه نوي او زاړه مالومات يو او بل ته سره وويل ، او په دې تکل چي د دې مبارکو زيارتونو او تاريخي ځايونو د ساتني او پالني لپاره به د خپرونو يوه داسي لړۍ پيل کړو چي د هيواد واکمن د دې وياړنو د ساتني مسوليت ته متوجه او په دې برخه کي اړين ګامونه واخلي .
له بده مرغه موږ لا خپل دا تکل نه دۍ پلۍ کړي چي د يوه زړه بږنيونکي خبر په لوستلو هک حيران سوم او د دې حيرانتيا سره سم هم د يويخوا درد من سوم او له بلي خوا مي يوه خواشيني ګيله په ذهن کي داسي را تاو سوه ها د چا خبره چي له سږمو مي دود ولاړسو .
د خواجه حسن ميوندي د زيارت څخه د دريو تاريخي دروازو د ورکيدلو او ترېتم کيدلو خبر مي په بينوا ويب پاڼه کي ولوست ډير غمجن سوم ، داسي ويرجن سوم لکه هر افغان کلتور پال او هيواد پال چي د داسي خبر په اوريدلو او لوستلو خوابدۍ کيږي . خبر مي څو واري ولوست او داسي راته بريښيده لکه زه چي داخبر په دقت او پاملرني نه لولم بيا بيا مي ولوست خو هم هاغه خبروو چي لومړۍ مي و لوست ، په پای کي وپوهيدم چي هوزموږ د هيواد د تاريخ په منځنيو پيړيو کي د نامتو او وياړلي سياست وال مرحوم خواجه حسن ميوندي ( رح ) د زيارت دروازو ته هم هغه ناولي او کرغيړن لاسونه ورسيدل چي لا پخوا يې زموږ د هيواد لرغونو او تاريخي شتمنيو او وياړنو د لوټولو او ورانولو چاري تر سره کړي وې او لا نور هم په دې ناروا بوخت دي .
زما باور دادی چي په دې خبر او دې ته ورته نورو خبرونو په اوريدلوبه ټول هغه هيوادوال زړه شيني کيږي چي د خپل هيواد او خپل هيواد دوياړنو سره مينه لري . د دې ډول خبرونو د اوريدلو درد او دريغ له دې اړخه زيات دی چي د هيواد په واکمنه اداره کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت شته چي يوه بنسټيزه دنده يې په هيواد کي د لرغونو ،تاريخي ، کلتوري او متبرکه ځايونو ساتنه ، پالنه او پراختيا ده ، خو داسي بريښي چي د دې وزارت لوړ پوړي چارواکي د پښتو څخه نورو ژبو ته د لوحو او سر ليکونو د اړولو په کار دومره بوخت دي چي خپل بنسټيزه دنده يې هيره کړيده . او په دې ډول يې هغو کرغيړن لاسونو ته د ملګرتوب تر بريده زمينه برابره کړې ،چي د هيواد وياړني بهر ته په زړه بږ نيونکي ډول وړي .
د هيوادوالو هيله داده چي دافغانستان اسلامي دولت ښاغلی مشر د خپلي کابينې يو شمير هغه غړي چي خپل واک د ملي ګټو لپاره نه کاروي ، هغوی خپلو بنسټيزو دندو ته ور وګرځوي چي له يوې خوا به يې د بې ګټو او پارونکو کړو وړو مخه نيول شوې وې او له بلي خوا به يې د ملي روحيې پر بنسټ خپلو دندو د تر سره کولو لپاره ورسره توان و کارول سي .
زړه شيني ګيله مي د خپلو خلکو او اولسونو څخه ده . زموږ دميړني اولس او زموږ د هيواد خلکو يوه ستره مميزه خو دا ده چي په پوره ميړانه او سپيڅلتوب خپله حجره او هديره ساتي ، او هيڅکله د خپل وياړ او سرلوړۍ نښه ورکيدو او ورانيدو ته نه پريږدي . او په ځانګړي توګه دا ګيله د زړور سياستوال سلا کار وزيرښاغلي ګل اغا شير زي او فرهنګي شخصيت ښاغلي عبدالمجيد بابي څخه کيږي چي دا غيرتي او ميړني خلک ولي په خپل اولسي توان د هغو ناوړو کسانو مخه نه نيسي چي زموږ د غيرتي نيکه ګانو هديره او زيارت ورانوي ، زموږ وياړ په بهرنيانو پلوري اود هيواد تاريخي او کلتوري شتمني په قاچاق وړي . تاسو کولای سئ چي په خپل غښتلي غبرګون سره داډول ناوړه لاسونه لنډ کړئ . که غل وي مخه يې ونيسي او که ځواکمن او چار واکۍ وي رسوا او ذليل يې کړئ .
په درنښت
",يو درد او يوه زړه شينې ګيله
2137,محمود نظري,"
دخوشالۍ هنګا
وايي يو ستړی ستومانه او ﻻلهانده پرديس چې لکه سودا يې خپلې ګوتې شميرلې د ستومانه خره پسی چې په خولو کې لوند خېښت او لکه دی سا يې په اوږو شړله روان وو.
په لاری کې يو ځوان ترې وپوښتل:
څه دی بار کړی دی ؟
پرديس ورته وويل:
يوې خوا ته سره زر او بلي خوا ته ډبری دي!
ځوان ورته وويل:
که زما منې ډبری وغورځوه سره زر د خورجين دواړو خواوته واچوه خر او ته به دواړه سپک او هوسا شی.
پرديس هم ژر ژر ډبری وغورځولې د خورجين دواړو خواته يې سره زر واچوله. له ده نه يې ډير خره ته خوند ورکړ او د خوشالۍ يوه لوړه هنګا يۍ وکړه
خر يې سپک او دی هم پر خره سپور شو. په لاره کي چورت ورولويد چې هغه ځوان چې دومره پوهيږی نو هغه به څومره سره زر لری!
شا ته يې وکتل هغه ته يې نارې کړل:
هو ځوانه! ته څومره سره زر لری؟
هغه سر وښوراوه او ويې ويل:
زه سره زر نه لرم!
ده ور نارې کړه چې سره زر نه لری نو ولاکه په هيڅ پوهيږې!
په ډيره غوسه له خره تا شو بيرته يې سره زر د خورجين يوې خوا ته او ډبری يې بلی خوا ته واچولي، د ګوتو په شميرلو شو او د خره پسې شو.
په بل کلي کي يو سپين ږيری ترې وپوښتل:
څه دی بار کړی دی سرګردانه پرديسه!
پرديس ورته وويل:
يوې خواته سره زر او بلي خوا ته ډبری دي!
سپين ږيری ورته وويل:
که زما منې زر وغورځوه!
پرديس هم ژر ژر سره زر وغورځوله له خوښۍ يې خر په کته کې نه ځايده نو د خوشالۍ يې يوه لوړه هنګا وکړه اوپه ډګاډګ شو.
دپرديس په زړه کي بيا سودا شوه چې دا بابا به بيا څومره سره زر لري!
نو سړي ته يې له ليری نه ناری کړه:
هو بابا! ته څومره سره زر لری؟
هغه ورته نارې کړه:
زه هيڅ سره زر نه لرم!
پرديس ور نارې کړه:
چې سره زر نه لری نوته هم ولاکه په څه پوهيږی ؟
او بيرته په نهيلۍسره يې خپل زر راټول د خورجين يوی خوا ته يې زراو بلي خوا ته يې ډبری واچولې او روان شو
په بل کلي کې يوپوخ جهان ديده سړی ترې وپوښتل:
څه دی بار کړی دي؟
ده ورته وويل:
سره زر يوې خوا ته او ډبري بلی خوا ته!
هغه ورته وويل:
سره زر لاندی کړه او پر سر يې ډبري ورواچوه.
پرديس هم ژر خورجين خالی کړ سره زر يې ﻻندی کړه او پر سر يې ډبري واچولی او روان شو
خو بيايې سودا شوه چې دا پوه سړی به څومره سره زر لری نو يې مخ ور وګرځوی او ورته يې وويل:
هو پوه سړيه! ته به څومره سره زر لری؟
هغه ورته وويل:
زه سره زر نه لرم!
پرديس ور نارې کړه:
چې سره زر نه لری نوته هم ولاکه په څه پوهيږی ؟
د ځان سره يې په غوم غوم وويل :عجبه د نا پوهانو دنيا ده يو ﻻ نه پوهيږی!
غوښتل يې ډبري وغورځوی خو غله پر راغله دی يې وتړی خورجين يی وليد په هغه کي ډبري وې هغه يې له خره ايسته کړ او خر يې چې خوشاله بريښيدی کش کړخره پرديس ته وکتل د خوشالۍ يوه هنګا يې وکړه اوپه ډګاډګ دغلو سره وﻻړ
پرديس د خورجين په ليدو خوشاله شواو له ځان سره يې وويل:
په بی زرو والاوو کې هم يو يو پوه پيدا کيږی!
ځان يې خلاص او خورجين يې پر شا کړ او له ځان سره لګيا وو
هغه پوه وو، هغه پوه وو.....
چې څو قدمه وﻻړ ستړی شو او خولې پرې راماتی شوی ورو يې له ځانه سره وويل:
هغه ځوان څه ويل! په چورت کې شو
هو هغه ويل ډبري وغورځوه نو ډبرو غورځول يې پيل کړه او د هري ډبري سره يی ويل: هغه ويل ډبري وغورځوه، هغه ويل ډبري وغورځوه...
ډبري خلاصي شوی او ﻻس يې د سرو زرو په خښته ولګيد لکه برق چې نيولۍ وی وريږديدی
د خره د خوښۍ هنګا يې تر غوږ شوه شاوخوا يې وکتل او د ده له خولې هم يوه د نهېلۍ سانده ووته:
يا قربان! کاشکي راسره خر وای چې وړي يې دا سره زر وای، وای وای!!!!
له ځان سره يې پوس پوسي وو",دخوشالۍ هنګا
2138,,"
١٣ د کب ١٣٨٣
په افغانستان کې په لومړي ځل يوه ښځه د والۍ په توګه ټاکل شوي ده.
مېرمن حبېبه سرابي چې د افغانستان په موقتي اداره کې يې د ښځو د وزارت دنده په غاړه وه ، د باميان ولايت د مشرې په توګه ټاکل شوي.
",په افغانستان کې په لومړي ځل يوه ښځه والۍ وټاکل شوه
2139,,"
",
2140,غلام ولي نوري - کابل,"
غلام ولي نوري - کابل
په دې وروستيو ورځو کي مي دافغانستان هغو سيمو ته سفر درلود په کومو کي چي واورو اويخنيو د نورو په نسبت ډير وګړي ځپلي دي .
سفر مي په زړه پوري وو ، خو کله چي مي ليدل چي د افغانستان دولت ، خيريه موسسو او د ملګرو ملتونو ادارو تر اوسه پوري هغو سيمو ته خپلي مرستي نه وې رسولې ، اوسېدونکي يې له سختو ستونزو سره مخامخ وو . زه به د بېلګي او ثبوت لپاره ځيني انځورونه چي له مځکي او هوا مي اخستي دي در وليږم .
په نوموړو سيمو کي ماشومان په ناروغيو اخته شوي دي ، ميندي اوپلرونه بې وسه دي ، روغتيايي مرستي نه دي رسيدلي ، او خلک د څښلو د پاکو اوبواو خوړو د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .
هلته د کليو او ښارونو تر منځ ډيري لاري اوس هم بندي دي . روغتيايي کلينيکونه يا بند دي ، يا روغتيايي سامان الات او دارو درمل نه لري چي ناروغانو ته يې ورکړي . کوم څه چي ما ليدلي دي د ليکلو نه دي ، د زابل ، هلمند او ارزګان په زيات شمير هغو سيمو کي چي ما وليدل ډيرو خوراکي ، روغتيايي او د سړې هوا او يخنۍ څخه دمخنيوي لپاره مرستو ته اړتيا شته . خو له بده بختانه يو شمير سيمو ته تر اوسه په لږه اندازه مرستي هم نه دي رسيدلې .
کله چي د ارزګان ولايت د يخدان سيمي ته ورسېدلو د هغې سيمي درې سپين ږيري اوسيدونکي موږ ته راغلل ، او په ژړا ژړا يې له موږ څخه د مرستي او همکارۍ غوښتنه کوله ، او د يخدان د سيمي د ولسوال / قومندان (( تور )) څخه يې سر ټکاوه چي ددوی ږغ يې تر دولتي او صحي چارواکو نه دی رسولی ، او ورسره يې هيڅ ډول مرسته نه ده کړې .
دا لنډ څه مي د هغو دريو ولايتونو په اړه وليکل کوم چي زه ورڅخه راستون شوی يم .
زه له دې دريو ولايتونو د اوسيدونکو دستونزو له ليدلو څخه وروسته د هغو ولايتونو او ولسواليو داوسېدونکو په اړه چي ورته تګ اوس هم ستونزمن دی ، سخت اندېښمن يم .
د افغانستان ولسمشر دي خيريه موسسو ته بلنه ورکړي چي يخنۍ ځپلو سيمو ته خوراکي او د تودېدلو سامان الات ورسوي او د عامي روغتيا وزارت دي په دې اړه ژر تر ژره د روغتيايي مرستو ليږلو لاري چاري وسنجوي .
ځکه زاړه وګړي له يخه مري اوتنکي ماشومان له توري ټوخلي ( سينه بغل ) له ناروغيو .
دزابل ولايت ليري پرتې سيمي
دارزګان ولايت غرنۍ سيمي
دارزګان ولايت په ځينو سيمو کي سېلونه راتلونکي دي
دهلمند د رود پر غاړه يو شمير باغونه او د کرهني ځمکي
",دزابل ، هلمند او ارزګان سفر
2141,,"
سهيم اکبر – کندهار
يو ١٠ لس کلن ماشوم نقيب الله د بسم الله زوی چي د کندهار ښار د لويي ويالي اوسېدونکی و ، د نامالومو وسله والو کسانو له خوا د روان کال د فبروري د مياشتي پر اووه ويشتمه نېټۀ وتښتول شو ، دوهمه ورځ ( د مارچ دمياشتي لومړۍ نېتۀ ) يې پلار د خپل زوی يوه پرې شوې ګوته ترلاسه کړه .
د ګوتي د ترلاسه کېدلو سره سم د بسم الله څخه د هغه د زوی په بدل کښي د لسو زرو امريکايي ډالرو غوښتنه شوې وه ، خو ښاغلي بسم الله وايي چي ده لس زره ډالره نه درلودې .
پرون د مارچ دمياشتي پر درېيمه نېټۀ د لس کلن نقيب الله مړی کندهار د ارغنداب په سيمه کښي وموندل شو .
د نقيب الله د تښتولو په اړه د پوليسو ماموريت ته خبر ورکړل شوی و ، خو هغوی تر اوسه په دې تور څوک نه دي نيولي .
په کندهار کښي لنډه موده مخکي دې ته ورته يوه بله پېښه هم شوې وه ، هغه ځل ماشوم د کندهار ښار د ددوهمي ناحيې د امام ابوحنيفه مدرسې له مخ څخه په رڼا ورځ تښتول شوی وو ، او دپلار څخه يې پنځلس زره ډالره غوښتل شوي وو ، خو تر ورکړل شوي مودې مخکي دماشوم مړی وموندل شو .
د کندهار ځيني ښاريان فکر کوي چي په دا ډول پيښو کښي سيمه ايز پوليس لاس لري ، د وژل شويو ماشومانو کورنۍ تور لګوي چي پوليسو په دې اړه خپله دنده په ښه توګه نه د تر سره کړې .
",هغوی وايي : يا پيسې غواړو يا ماشومان وژنو
2142,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",څو سياسي خبرې .... ( سياسي هنر )
2143,,"
پرېشانه ولولې
دښاغلي خيال محمد کټوازي د شعري ټولګي نوم دی چي په دې وروستيو کي په کابل کښي د ميوند کتاب خپرولو موسسې له خوا په ١٥٠ مخونو کښي چاپ شوی دی .
ښاغلي کټوازي د کتاب په يادونه کښي وايي چي په دې کتاب کښي يې ځيني هغه شعرونه هم شته کوم چي ددوی په مخکنۍ شعري ټولګه ( د رڼا بهير ) کښي چاپ شوي وو ، د رڼا بهير د اوس نه ديارلس کاله پخوا له چاپه راوتلی و .
ښاغلی کټوازی بل ځای ليکي چي ددې کتاب ( پرېشانه لولې ) ډير شعرونه يې په زندان کښي ليکلي دي .
نوموړي په افغانستان کي بېلابېلي دولتي دندي تر سره کړې دې چي له هغوی نه يې د بېلګي په توګه په ١٣٥٨ لمريز کال کي د اطلاعات او کلتور د وزير په توګه ټاکنه يادولای شو .
ښاغلی کټوازی د ١٣٥٨ لمريز کال د جدي پر شپږمه د شوروي اتحاد د يرغل سره سم د اطلاعات او کلتور د وزارت له دندي ګوښه او د شوروي اتحاد د يرغلګرو تر وتلو پوري په زنداني کړای شو .
نوموړی اوس په هالنډ کي اوسيږي .
پرېشانه ولولې په دې شعر سره پيل کيږي :
قرباني
په غبرګو زولنو کې د اختيار سره درځم
ستا غيږې ته مرګيه له ايثار سره درځم
نوبت ته دې ولاړ يمه د نېل حريصه روده
لږ صبر راته وکړه له سينګار سره درځم
زما د زړه له کومې د منصور اروا ته وايه
مزار ته دې په غاړه کې له دار سره درځم
دحق ادا کول خو قرباني د ځوانۍ غواړي
ارمانه صدقې ته له مزار سره درځم
پيرو ، د پروانې ته د اورونو لوبه څه ده
د ميني ازمويښت ته له انګار سره درځم
خزان مې په ګلزار د ارزوګانو باندي راغی
فرياد ته به ماتمه له بهار سره درځم
پيالې مي پورته کړي د وطن د عشق له ميو
د سر په پيمانه کي له خمار سره درځم
ستا توره او قلم مي مشالونه د سفر دي
دربار ته دي خوشاله له ټينګار سره درځم
( کامران دې وي وطن او ککرۍ دې زما نظر )
دننګ د بيړۍ نوحه له تلوار سره درځم
د زړه د وينو رنګ مي د سينې ټپونه سپړي
يو ګل د پسرلي يم له پرهار سره درځم
د (خيال ) په تصور کي د وطن د الهام ناوې
سلام ته دې د عشق له افتخار سره درځم
",پرېشانه ولولې
2144,,"
هجرت هنري سينمايي فلم د اتريش په پلازمېنه ويانا کښي نندارې ته وړاندي کيږي
د مارچ اتمه د ښځو نړېواله ورځ
د ښځو نړېواله ورځ دې ټولو خوېندو او مېندو ته مبارک وي.
د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقوقو د ملاتړ ټولنه (GURAF) دا ورځ د شعر ، ادب او موسيقۍ په څپو کې او د خپلو فعاليتونو په هکله معلومات د Power Point Presentation د لارې په وړاندې کولو لمانځي.
ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې بلنه ورکول کيږي . هيله ده چې په خپل ګډون سره دې غونډې ته نوره ښکلا هم وروبخښي .
د يادونې وړ ده چې هېوادوال د سېنمايي فلم (( هجرت )) د وين د ښار د لومړۍ نندارې ټکټونه هم د همدې غونډې په پېل او پای کې ترلاسه کولی شي . په همدې غونډې کې به راغلي ملګري د ( هجرت ) فلم يو څو لنډې صحنې وويني او په سبا د مارچ په ١٣ د مازديګر په ٥ بجو به وين ميشتي افغانان د لومړي ځل لپاره سينمايي فلم ( هجرت ) په بشپړه توګه په همدغه ښکلي تالار کې ننداره کړي .
له ياده دې وتې نه وي چې ( هجرت ) د ښځو د نړېوالې ورځې په وياړ په لومړي ځل په اتريش کې نندارې ته وړاندې کيږي .
نېټه : د مارچ ١٢ د شنبې ورځوخت : د مازديګر ٤:٣٠ بجې پته :Heiligenstaedter strasse 1551190 Wienتم ځای : D Strassenbahn aw Ya 38 A Bus Grinzinger Strasse ",هجرت په اتريش کي
2145,ميرزا علم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",څو سياسي خبرې او دافغانستان ودانول ( سياسي نظام )
2146,ولي شا طبيب - کندهار,"
ليکنه : ولي شا طبيب کندهار
انځورټاکنه : عبدالله احــســان
د جنرال دوستم ټاکني ته کتنه
جنرال عبدالرشيد دوستم چي دشمال دازبک مليشه قوماندان دی د۲۷ کالو راهيسي ديوه جګړه مار په ډول دافغانستان په سياسي اوضاع کښي کله په يو ډول او کله په بل ډول ښکاره سويدی .
په دې وروستيو کي د ولسمشر حامد کرزي له خوا د يوه فرمان په ترڅ کښي د درستيزوال په توګه د دوستم د ټاکني خبر په هيواد کي دننه او بهر د ډيرو افغانانو اندېښنې زياتي کړي دي .
د جنرال دوستم پر ټاکلو او ددې پرېکړي تر شا ځينو موخو او لاسته راوړنو به وږغيږو :
په ښکاره خو داسي فکر کيږي چه جنرال دستم يو ټوپک سالار دی ، ډير ځله دبشر دحقوقو څخه په تيري تورن دی او دډيرو بې ګناه انسانانو په وينو يي لاسونه سره دي ، دا هغه واقعيت دی چه هيڅوک دهغه څخه سترګي نه سي پټولای .
په سرسري نظر دلته دښاغلي کرزي صاحب څخه ګيله کيږي چه ديوې خوا دټوپک سالارۍ دکمبلي دټولولو ژمني کوي او دبلي خوا يو توپک سالار د درستيزوال ،وزير اووالي په حيث ټاکي ،هغه دخلکو خبره يو بام دوي هواوي او يا غله ته وايه چه غلا کوه او دکور خاوند ته وايه چه بيداره اوسه !
خير داخو عام او سرسري نظر دی ،او عوام حق لري چه داسي سوالونه وکړي ، که چيري دامسله چڼ او تحليل کړو نو لاندي ټکي بايد دنظره ليري نکړو:
ــ د افغانستان دولت دنظامي نظره يو ضعيف دولت دی ،تر اوسه پوري ملي اردو او ملي پوليس په دي نه دي توانيدلي چي ددغسي ټوپک سالارانو نفوذ او قوت ته ځواب ورکړي .
اوس هم توپک سالاران په صحنه کښي مطلق حاکم دي څه چه غواړي هم هغسي يې کوي د بې وسلي کولو او ملکي ژوند ته د رااړولو د پروسې ( ډي ډي ار) عملي پايلي او دپروګرام ارزيابي هم دتوپک سالارانو په نفوذ کښي موثر نه دي واقع سوي ، هوکې ، لويي وسلي او دکاره لويدلي وسلي ټولي سوې ، خو بيا هم دټوپک سالارانو پټ سلاح کوټونه چا نه دي ليدلي .
ــ ممکن دښاغلي ولسمشر په نظر دتوپک سالارۍ دمنځه وړلو لپاره دا يو نوی طرزالعمل او تګ لاره وي چه توپک سالار په يوه بل ځای کښي په يوه دنده وګمارل سي ترڅو په کراره کراره دده دتوپک سالارۍ خصلت بدل سي او نفوذ يي راکم سي چه ښکاره مثال يې د اسمعيل خان ليري کول له هراته او دهغه مقررۍ دوزير په توګه اويا په اوس مهال کښي دجنرال دستم ليري کول دشمال څخه .
ــ کيدای سي چه دملي يووالي دتامين په خاطر دازبکو داقناع په خاطر جنرال دستم مقرر سوی وي ،څرنګه چه داسي ويل کيدل چه دازبکو برخه دکابيني په جوړښت کښي لږه ده ، مګر دلته پوښتنه داده چه ايا په رشتياد دوستم مقرري دازبکو د قناعت وړ ګرزي او که نه ؟
ــ امکان لري چه دراتلونکي پارلماني ټول ټاکنو دپاره دا بدلون راغلی وي ،څرنګه چه جنرال دستم اکثره دحکومت خلاف پاته سوی دی ، ددې لپاره چه پارلماني ټول ټاکني په مطلوب ډول ترسره سي او کومه ستونزه رامنځ ته نه سي نو جنرال دوستم دصحنې څخه ليري سوی وي .
ــ ددې لپاره چه په شمال کښي امنيت اوثبات راغلی وي او دجنرال دستم او جنرال عطا محمد دملېشو دټکر څخه مخنيوی سوی وي او دامن فضا رامنځ ته سوې وي او دبيا جوړوني کارونو ته زمينه مساعده سوي وي .
په هر صورت دبشر دحقوقو دويندويانو او مدافعينو په نظر جنرال دستم يو نامطلوب شخص دی چه
په ډيرو مواردو کښي يي دبشر دحقوقو څخه تيری کړی دي ،دډيرو انسانانو په وينو يي لاسونه لړلي دي ،او همدارنګه کيدای سي چه ازبک وروڼه دده رښتياني ملاتړي نه وي بلکي دبېري له وجي چوپ پاتي وي .
",يو جنګسالار دی او د ولس په وينو يې لاسونه سره دي
2147,,"
١٥ د کب ١٣٨٣
د افغانستان بانک ٦٠ سېمه ايز چارواکي کابل کې راغونډ شوي چې د پرمختللې ټکنالوجۍ او بانکدارۍ په هکله مالومات تر لاسه کړي.
د پرمختللې بانکدارۍ په تړاو دغه روزنيز ټولګي د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيا اداري (يو ايس اي آي ډي) په مرسته جوړشوي چې د اصلاحاتو د ګړندي کولو او اغيزمن کولو د پايلو نوم ورکړل شوي دي. ",په کابل کې د افغانستان بانک روزنيز ټولګي پيل شول
2148,,"
١٥ د کب ١٣٨٣
په افغانستان کې ايتلافي ځواکونه واي چې د افغان چارواکو سره يې په ګډه د شونو سېلابونو د مخنيوي تياري پيل کړي دي.
په کابل کې د ايتلافي ځواکونو وياند سټيوولمن يو خبري کانفرانس ته وويل چې په افغانستان کې د ډېرو اوريدلو واورو له کبله په ګڼو سېمو کې د سېلابونو ګواښ رامنځ ته شوي دي.
هغه زياته کړه چې ايتلافي ځواکونه د افغان ځواکونو سره په ګډه يو داسي پلان جوړول پيل کړي چې له مخه يې خلک د سېلابونو له دغه ګواښ نه وژغورل شي. ",په افغانستان کې د سېلابونو د مخنيوي پلان جوړيږي
2149,عبدالناصر ريشا - لندن,"
خبري مه کوه
تـــا خو د دردو پـــه يادېــدو ســـر را چپــــه کړلــی
مــــوږ تـــه درمان وايـــه ، د رنــځو خبري مـــه کـــوه
پـوه يـو چي تــور بخت د ښامار خولې ته اچولي يو
لار د خلاصـــون وایــه، دغـاښــــو خبـــــري مه کوه
ورک يو موږ پدې چي، دزمان مشال په لاس کي ستا
لار راتــــــــه ښيــــــــــه ، د ورکېــــدو خبري مه کوه
ښــه راته مـعلومي کار نامې د خپل نيکونــــو دي
پــا يــله د ځــان وايه ، د پلرو خبــــــري مـــــه کـوه
ملک آباد وو که څه په وس دي وي را وړاندي سه
لـــــږ تر لـــږ د نــورو نــــړېدو خبـــــــــري مــه کــــــوه
تېـــر به سره هېر کړو، پر راتلونکي به سوچ ووهو
نــور نــــو د حســـرت، د ارمانـــــو خبـــــري مــه کوه
مــــوږ د خپـــــل تـــقديــر و بد لېــدلو ته مـلا وتړل
عــــزم مـــو دئ ټينــګ، د بــدلېدو خبــري مـه کوه
نيت چي وي سپېڅلی نو بری به مو په برخه سي
نـــن خـــو پـــر مــــیدان، د مـــاتېدو خبــري مه کوه
عبدالناصر (ريشاء)
لندن-۲۰/۲/۲۰۰۵ز ",د رنــځو خبري مـــه کـــوه
2150,,"
کابل:
د اطلاعات او کلتور وزارت دقران عظيم الشان د پښتو ژباړي له پاره يو کميسيون ټاکلی دی .
دا کميسيون به د يو شمير ديني عالمانو او ژبپوهانو په ګډون ژر په خپل کار پيل وکړي
شاعر ليکوال او څېړونکي ښاغلي حبيب الله رفيع بي بي سي راډيو ته وويل چي ( ددې کميسيون موخه به د قران کريم روانه اوساده پښتو ژباړه وي چي د پښتو ژبي ټولو لوستونکو ته به د لوستلواو په هغې د پوهېدولو وړ وي .
هغوی وويل چي د قران کريم پښتوژباړه له دې مخکي هم شوې وه ، خو هغوی غواړي د پښتو ژبي د لوستونکو لپاره تر هغې اسانه او ساده ژباړه د هغوی په واک کي ورکړي .
د ديني علماوو له ډلي څخه مولوي قيام الدين کشاف، مولوي محمد صديق، مولوي عبدالصبور او مولوي عطاالله لودين او د هيواد ورځپاڼي مسوول مدير ښاغلی اجرالدين اقبال او ښاغلی حبيب الله رفيع د نوموړي کميسيون غړي دي .
",قران کريم په روانه اوساده پښتو ژبه ژباړل کيږي
2151,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
امنيت
په افغانستان کې همیشه د ملي امنیت موضوع ډیره اړینه وه او ده . له ویلو پرته هم دا خبره ښکاره ده چې په هر هیواد کې له ډاډمن او بشپړ امنیت پرته هیڅ ډول ملي چارې او پرمختګونه په وړ او ګټور ډول نه شي تر سره کیدای دا ځکه ویلی شو چې دډاډمن ملي امنیت موضوع په ملي دموکراتیک او عادلانه سیاسي نظام پورې تړلې ده چې دواړه اړینې موضوعګانې له یوې بلې سره هر اړخیزې او اړینې اړیکي لري .
ځکه ډاډمن ملي امنیت هغه مهال په یوه هیوادکې ټېنګیدای شي چې د هیواد هر وګړی په پوهیدلي توګه خپلو ملي ګټو ته ارزښت ورکړي او ټول یوه بل ته د خپلوملي ګټودخوندي ساتلو لپاره د مرستې لاسونه سره ورکړي . یوه بله موضوع چې په ملي امنیت پورې اړه لري هغه ټولنیز عدالت دی . هر کله چې په یوه هیواد کې له سیاسي نظره ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي توپیر، نا برابري او بې عدالتي موجوده وي ورو، ورو خوابدۍ رامنځ ته کیږي او دغه خواشینۍ د ملي امنیت په وړاندې خنډ او ګډوډۍ رامنځ ته کوي . همدارنګه که یو هیواد د باندني سیاست په لارو چارو کې تېر وځي او دغه تېروتنې ګاونډي هیوادونه او یا باندني ځواکونه د خپل هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته ولمسوي؛ د هیواد کورنی امنیت له ستونزو سره مخامخ کیږي . همدارنګه اقتصادي لوږه او فرهنګي غریبي هم د امنیت په مخ کې یو بل خنډ دی .
له دې کبله د ډاډمن ملي امنیت موضوع څو اړخیزه، ستونزمنه او پیچلي ده چې په سیاسي هوښیارۍ او د هر هیواد د لارښودې مشرتابه ډلې په ژور اند، په سیاسي او ټولنیزه پوهه او د هیواد په پوځي او امنیتي ځواک پورې اړه لري .
ددې ټولویادونوپه پام کې نیولوسره کولای شوچې دافغانستان غرنۍ او جغرافیه یې ستونزې هم پرې ور زیاتې کړو . په ټول افغانستان کې سرتر سره امنیت ټېنګول چې په دغه غرني هیواد کې د امنیت ګډوډونکو لپاره پټن ځایونه زښت ډیر دي د زور او امنیتي ځواک له لارې ډیر ستونزمن کار دی . که چیرې کومه مخالفه ډله وغواړي چې په دغه غرني هیواد کې امنیت ګډوډ کړي په تېره خو که د باندنیو له تکیې او ملاتړ څخه هم برخمن وي؛ کولای شي چې امنیتي ستونزې رامنځ ته کړي. دبیلګې په توګه : پلونه والوزي، دتیلفون تارونه پرې کړي، ښوونځي او روغتیایې مرکزونه وسوزوي، ښووونکي او زده کوونکي. د پروژو انجنیران او کارکوونکی و ډاروي او ویې وژني اونور ډول، ډول ړنګوونکي کارونه تر سره کړي .
لکه څنګه چې افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د دغه ډول ورانوونکو کړو وړو شاهد و چې د ګران هیواد افغانستان د تاریخي وروسته پاتې والي لامل دا هم شمېرلی شو .
لکه څنګه چې وویل شول په افغانستان کې د ملي ډاډمن امنیت ټېنګول ډیره ستره ملي ستونزه ده چې د افغانستان او افغانانو په وړاندې یې سخت سنګر نیولی دی .
د افغانستان خلک بایددخپلوملي ګټو لپاره ټول هغه لاملونه چې بې امنیتي زیږوي دخپلوګډوملي هلو،ځلوپرمټ له منځه یوسي اوداسې لارې چارې وکاروي چې بیا پرمختګ او پراختیا ونه کړای شي .
موږ په پرتلیزه توګه په پنځوسمو او شپیتمو میلادي لسیزو کې د امنیت له نعمت څخه برخمن ووچې له دې امله موځنې پرمختګونه هم په برخه شول خو له بده مرغه ونه توانیدوچې هغه شتمني اوخوندور نعمت وساتو او پراختیا ورکړوچې زموږ د ناپوهۍ،دکورنیو اوباندنیو ناوړه لاملونوله کبله هغه ښکلی اوخوښ پړاود خوب لیدپه څېرله منځه لاړ اودافغانستان خلک بیادبې امنیتۍپه غمجنو منګولو او دلمسونو د اور په لمبو کې راګیر شول چې لا تر اوسه لاس او پښې پکې وهي .
ملي پوهاوی او پیوستون، ټولنیز عدالت، اقتصادي او فرهنګي پرمختیا او پراختیا، د بشري حقونو او د دموکراتیکو ازادیو ټېنګښت چې د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي، کولای شي چې په افغانستان کې د پایښت لرونکي ملي روغې جوړې او د ملي سولې بنسټ ټېنګ کړي .
",په افغانستان کې د ملي امنیت موضوع ډیره اړینه ده
2152,,"
١٦ دکب ١٣٨٣
په افغانستان کې د ښځو د چارو وزارت ويلي دي چې د مارچ د اتمې يانې د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځنې په موخه يې د يوې درنې غونډې د جوړولوپه چمتوالې بوخت دي.
د خبر له مخې به دغه غونډه کې دولتي چارواکي او بهرني مېلمانه هم ګډون وکړي.
سر بېره پر دې ټاکل شوي ده چې د دغه هيواد ملي تلويزيون به سرله نن شپې د ښځو په اړه ځانګړي پروګرامونه پېل کړي. ",د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځلو لپاره تياري
2153,,"
١٦ د کب ١٣٨٣
په کابل کې د ښځود چارو وزارت دميندوارو مېرمنو د روغتيااو حقونو د خوندي کولو په موخه يو سمېنار جوړ کړي دي.
دغه سمينار چې د ملګرو ملتونو د ښځو د ملاتړ د صندوق په مرسته جوړ شوې ، موخه يې د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې کمول دي.
دا مهال افغانستان په نړۍ کې د ميندو او ماشومانو د مړينې له کبله لوړ ځاي لري.
د راپورونو له مخې هر کال په سلو کې دوه ميندې د اميدوارۍ په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. سر بېره پر دې په سلو کې پنځه ويشت ماشومان مخکې تر دې چې پنځه کلنۍ ته ورسيږي ، ژوند د لاسه ورکوي. ",د ميندوارو مېرمنو د روغتيا او حقونو په هکله سمېنار
2154,,"
",
2155,خيال محمد کټوازی - هالنډ,"
د کتاب نوم : پرېشانه ولولې ( شعري ټولګه )
ليکوال شاعر : خيال محمد کټوازی
کمپيوټر چاري : ميوند خپرندويه تولنه او مطبعه
دچاپ ځای : کابل
چاپ کال : ١٣٨٣ لمريز
تيراژ : ٥٠٠ ټوکه
خپرندوی : خيال محمد کټوازی
چاپ ځای : ميوند خپرندويه ټولنه او مطبعه کابل
د ترلاسه کېدو پته :
کندهار : افغان کتاب پلورنځی ارګ بازار
کابل : دانش کتاب پلورنځی دچرګانو کوڅه
ننګرهار : ګودر کتاب پلورنځی
پېښور : دانش کتاب پلورنځی
کوئټۀ : صحاف کتاب پلورنځی
",پرېــــــــــــــــــــشانه ولولې
2156,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
د کتاب نوم : د بري راز ( ټولنيزه ارواپوهنه )
ليکوال : پروفيسر جان مورګان
غورچاڼ او ژباړن : مېرزا علم حميدي
کمپيوټر چارې : مېرزا علم حميدي
دخپرېدو ځای : پېښور – پښتونخوا
دخپرېدو کال : ١٣٨٣ ل - ٢٠٠٥ زېږديز
دچاپ شمېر : ١٠٠٠ ټوکه
د ښاغلي مېرزا علم حميدي پرله پسې څوارلسم اثر
د ترلاسه کېدو پته :
کندهار : افغان کتاب پلورنځی ارګ بازار
کابل : دانش کتاب پلورنځی دچرګانو کوڅه
ننګرهار : ګودر کتاب پلورنځی
پېښور : دانش کتاب پلورنځی
کوئټۀ : صحاف کتاب پلورنځی
",د بري راز ( ټولنيزه ارواپوهنه )
2157,,"
",
2158,خالدهادي,"
ښاغلی خيال محمد کټوازی دعبدالغفار زوی اوپه کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی
ښاغلی خيال محمد کټوازی دعبدالغفار زوی اوپه کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی ، لومړنۍ زده کړي يې د ښرنې د علي بابا لېسه کي نوري زده کړي يې د رحمان بابا او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د ژورناليزم په څانګه کي سرته رسولي .
له کال ١٣٤٩ لمريز کال څخه يې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کي کار کړی ، په کال ١٣٥٥ کي د راډيو د خپرونو د لوی مديريت مرستيال او په ١٣٥٧ لمريز کي د راډيو تلويزيون د وزارت معين او د سولي او پيوستون د ټولني ريس و .
خيال محمد کټوازی د ١٣٨٥ لمريز کال په پيل کي داطلاعاتو او کلتور د وزير په توګه وټاکل شو ، خو د همدې کال د جدي په شپږمه نېټۀ پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل نه وروسته د هغوئ له خوا زنداني او د شورويانو د استعمار په ټول دوران کي د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی و .
په کال ١٣٦٧ لمريز کي د ګرباچف د بيا جوړوني د لاري له مخي د ډاکټر نجيب دملي روغي جوړي په دوران کي د څه ناڅه نهه کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزګارۍ وروسته د باندنيو چارو په وزارت کي د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدې وزارت د معين په توګه په کار لګياشو .
په کال ١٣٧٠ لمريز کي په لېبيا کي دافغانستان د سفير په توګه وټاکل شو او بيا په لېبيا کي تر يونيم کال دندي وروسته هالنډ ته کډوال شو ، او تر اوسه په نوموړي هيواد کي اوسيږي .
ښاغلی کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د هيواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکني او څېړني لري .
چاپ شوي اثار :
د رڼا بهير شعري ټولګه
پرېشانه ولولې شعري ټولګه
د شعر بېلګه :
قرباني
په غبرګو زولنو کې د اخـــــــتيار سره درځم
ستا غيږې ته مرګيه له ايـــــــــثار سره درځم
نوبت ته دې ولاړ يمه د نېــــــل حريصه روده
لږ صبر راته وکړه له سيـــــــــنګار سره درځم
زما د زړه له کومې د منصـــــور اروا ته وايه
مزار ته دې په غاړه کې له دار ســــــره درځم
دحــق ادا کول خو قرباني د ځوانۍ غــواړي
ارمانه صدقې ته له مزار ســـــــــــــــــره درځم
پيرو ، د پروانې ته د اورونو لوبه څــــــــه ده
د ميني ازمويښت ته له انګار ســـــره درځم
خزان مې په ګلزار د ارزوګانو باندي راغی
فرياد ته به ماتمه له بهار ســـــــــــــــــره درځم
پيالې مي پورته کړي د وطن د عشق له ميو
د سر په پيمانه کي له خـــــــــــــمار سره درځم
ستا توره او قلم مي مشـــــــــالونه د سفر دي
دربار ته دي خوشاله له ټيــــنګار سره درځم
( کامران دې وي وطن او ککرۍ دې زما نذر )
دننــــــــــــګ د بيړۍ نوحه له تلوار سره درځم
د زړه د وينو رنګ مي د سينې ټپونه سپړي
يو ګل د پسرلي يم له پرهار ســـــــــــــره درځم
د (خيال ) په تصور کي د وطن د الـهام ناوې
سلام ته دې د عشق له افتخار ســـــــره درځم
دڅرخي پله زندان ١٣٦٤ ل
",خيال محمد کټوازی
2159,,"
١٧ د کب ١٣٨٣
د کندهار ولايت په لسګونو زرو ښاريانو لاريون وکړ .
لاريون کوونکو له چارواکو او امينتي مسولينو وغوښتل چې د ماشومانو دتښتونکو مخه دې ونيسي .
لاريون کوونکو پر پوليسو تور لګاوه چې د ماشومانو د تښتونې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي .
په ننني لاريون کې د ښار د ډېرو برخو دکانونه تړلي وو ، او ځيني لاريون کوونکي ډير قهريدلي وو .
عيني شاهدان وايي چې د پوليسو له خوا پر لاريون کوونکو ډزي وشوې ، او په دې ترڅ کې تر لسو زيات کسان ټپيان شول .
د زخمي شويو کسانو د روغتيايې حالت په اړه تر اوسه خبر نه دی ورکړل شوی
",د کندهار ولايت په زرګونو ښاريانو لاريون وکړ .
2160,ددوستۍ فرهنګي ټولنه - سويډن,"
مالمو - سويډن ٨ مارچ ٢٠٠٥ د ښځو نړيواله ورځ
پياوړی دي وي د ښځو د نړيوالي ورځي د پيوستون نه هېرېدونکی ياد
دهيوادپياوړو او قدرمنو خويند اوميندو ! تاسو اوستاسو په وسيله دنړۍ دټولو تر ستم لاندې او زوريدلو ښځو ته دښځو دنړۍ وال پيوستون دتاريخي ورځي دجشن په مناسبت په وطنې او انسانې مينه دزړه له کومي مبارکي وړاندې کوو، ستاسو او دنړۍ دټولو باغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو ،جنسې ستم او تبعيض دپاي ته رسولو پر ضد مبارزې په لاره کښې دزياتو برياو غوښتنه کوو.
دمارچ داتمي تاريخي ورځ ډير پخوانی او دردونکی تاريخ لري چي ددې ورځي دياد اودرناوې نه اوس نږدي پنځه نوي کاله تيريږي ،خو ددې ورځي ياد دنړۍ دښځو دفداکاريو او تلاښونو،سرښندونو او قربانيو په پايله کي تر اوسه تازه او تل پاتۍ ساتل شوي دي .
ښځې زموږ دنړۍ نيم نيمايې جوړ وې مگر تر اوسه دغه نيم نيمايې ته چا ددوی حق ندی ورکړی او نه هم په ډيروځايو کې دانسان په ستر گه ورته کتل شوي دي ښځه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کې تر ستم اواستثمارلاندي ده دمختلفو تعصوبونو او تبعيضونو پر اساس په ټولنه کي دمساوي او برابر حق ددرلودلو څخه محرومې پاته دي،ښځه اوپيغله د تعليم،تحصيل،دکار او شغل دټاکنو ، د نارينه و سره دگډ اوبرابرکار، دحق او حتا دسرنويشت دټاکلو ، خپلي ارادې او عقيدي دبيانولو څخه محرومې گڼل شوې دي .
زموږ په هيواد کې دعنعنو او عقيدوڅخه په ناروا گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيواد دژوند له ټولو سياسي ،اجتماعې ، فرهنگې آزاديو او حقو قو څخه محرومي دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو ومقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل شوي دي .تر اوسه ښځه دکور بندي او لکه غلام په بدو کې ورکول کيږي جرم نارينه کوي ولي د جزا ليدو مکلفيت يې دخواري او بيچاره ښځي پرغاړه دۍ ،افغانې ښځې دژوند هغه ناخوالې زغمي چي اوريدل يې انسان ته روحې ټکان ورکوې .
ددغو غير عادلانه کړونو او برخوردونو په مقابل کي افغاني ښځې چوپه خوله ندي پاته شوې او دنړۍ دنورو ښځو په شان يې دخپل روا اوانسانې حق غوښته کړې او پدي لارکښي يې قربانۍ ورکړي افغاني ښځې دمبارزو او قهرمانيو لوي او روښانه تاريخ لري چي هيڅ تيري کونکی او جابر نشي کولای پر هغه سترگي پټي کړي ،نازو انا ،زرغونه انا ،لويه ادې ،سلطان رضيه ،گوهر بيگم ،آمنه فدوي ، راوروسته ملالۍ جويا او په سلهاو نوري قهرمانې يې ژوندې او څرگند مثالونه دي . افغاني ښځو په افغانستان کې د١٣٤٣ لمريزکال داساسي قانون تر تصويب وررسته دا امکان پيداکړ چي دمارچ داتمي تاريخي ورځې دخاطرو ياد دنړۍ دنورو ښځو په شان د لاريونو او شاندارو غونډو دجوړيدو سره وکړي . همدا روڼ اندي وه چي دوخت دحاکمانو څخه دښځو دحقه حقوقو او طبعي آزاديو دتر لاسه کولو په خاطر يې په هيواد کې د نسوانو دنهضت دپياوړتيا او پرختيالپاره نه ستړي کيدونکې کارونه او تلاښونه سرته ورسول،دغه نسبي آزادې چي همدا اوس تاسو افغاني ښځې لری دا داستاسو پشان افغاني ښځو د مبارزو او قربانيو برکت دی کنه داسي ډير ځواکونه شته چي ښځي ته دحق او آزادۍ ورکولو سره سر سختانه مبارزه کوي .
گرانو خويندو: دمارچ اتمه تاسو اونورو هغو ته چي دښځو دستم ،ظلم او ټولنيز نا انډولۍ او تعصوبي برخوردونو مخالفو روڼ اندو ته دا مکان ورکوې چي ستاسو په طرفدارۍ اواز پورته کړې ،څرنگه چې دا ورځ دښځو دقهرمانيو او قربانيو په نتيجه کې اوس ديونيسکو او ملگرو ملتو دسازمان لخوا په رسميت پيژندل شوې پدې ورځ دنړۍ ټولې راډيويې ،تلويزيوني خپروني او مطبوعاتي نشرات دښځو دژوند او دهغي دحقوقو په هکله نشرات او خپرونې کوي چي دهغي جملې نه زموږ په هيواد کې هم سږکال داکار کيږي ، مگر يوازي جشنونه او يا په دولت کي ښځوته دڅو فرمايشي څوکيو ورکول زموږ دزوريدلو او تر ستم لاندي ښځو کوم دردنشي دوا کولای لازمه ده دقانون پر بنسټ دښځو دسياسي مسلې دحل په منظورد هغوي سره دهر ډول جنسي او عقيدوې تبعيض دله منځه وړلو او ښځو ته داسلام دپاک دين ، زموږدټولنې دسپيڅلو غير افراطي عنعنو په نظر کې نيولوسره دښځو پر خلاف دهر ډول تبعيض ،تعصب او جنسي ستم غير قانونې اعلان او د هغه دله منځه وړلو لاري چاري ولټول شي .
ښځې ته په پښتو کې ((کور ودانه )) وايې او دا پر حق نوم دی چي ښځې ته ورکړه شوی دی نو کله چي کور ودان وي هيواد هم ودا ن دی ،هغه څوک چي په رښتيا دهيواد دودانولواوافغانانو دسوکالۍ سره علاقه لرې دبنسټپالو اډيالوژي گانو،عقيدو او ښځو سره په يوه او بله بهانه دتعصب نه ډک برخورد او نظرياتو پر ضد مبارزه يې سپيڅلي دنده ده ،افغانه ښځه بايد دبنسټپاله تعصوبونواو خرافاتو له تورو زندانو راووزي او ديوي باشرفه ،سپيڅلي ،افغاني او مسلماني په توگه دهيواد په بيا رغاونه کښي دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه فعا له او برابره ونډو واخلي . دا دوی ملي،انساني ، اخلاقي او اسلامې حق دی . ددغه حق او آزادۍ نه ورکول بشري ستر جرم او دبشر پر حقوقو بربنډ تيری دی .
تل پاتې دي وي دافغاني او نړيوالو ښځو دپر حق مبارزواو قهر مانيوخاطره
ددوستۍ دفرهنگي ټولنې د مشرتابه جرگه
",ددوستۍ فرهنگې ټولني دمبارکۍ پيغام
2161,,"
١٣٨٣ د کب ١٧
کابل : د افغانستان د بلخ ولايت په زرګونو کسانو چې ډيری يې هزاره توکمي و د مزار شرسف په ښار کې په يوۀ لاريون لاس پورې کړ او د دغۀ ولايت والي عطا محمد نور يې په توکم پالنه تورن کړ .
د دغو مظاهره کوونکيو په شعارونو کې ځينې پښتو شعارونه هم و چې پکې د والي د بدلولو غوښتنه شوې وه .
د بلخ والي له خپله اړخه په دغو مظاهره کوونکو تور ولګاوۀ چې د بلخ اوسيدونکي نه دي .
دا دوهم ځل دی چې په ښاغلي عطا باندې داسې تور لګيږي .
",د بلخ والي په توکمپالنه تورن شو
2162,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
باندنی سياست
لکه څنګه چې اقبال لاهوري ویلي دي چې :
له اوبــــــو او خـــــاورو جــــوړه اسیا ده
چې افغان ملت يې روح او هـــــم يې سا ده
ابـــــــادي يې ابــــــادۍ د ټـــــــــولې خاورې
له زوال ســـــــــــره يې خــــــــــــتمه هم بقه ده
افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی او سمندري لاره نه لري . دغه غرنی هیواد د سهیلي اسیا او په ځانګړي توګه د منځنۍ اسیا په څلور لارې کې پروت دی او د ډول، ډول ګاونډیو له خوا چې هر یو یې ځانګړي نظرونه او بیلا بیلې ګټې لري راچاپیر شوی دی . افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې په بیلو، بیلو ډولونو د سترو نړیوالو او سیمه ییزوځواکونو تر منځ د ټېنګ او نېغ ساتونکی دیوال په توګه پروت دی چې د خپل ستراتیژیګ حالت او څرنګوالي له کبله یې د ناچارۍ له مخې په خپله سینه باندې د ډال او منځګړیتوب لوبه تر سره کړی ده .
ددغه اوږده تپل شوي موقعیت او سیاست له امله په جبرې توګه د پرمختګ او عصري تمدن له کاروان څخه وروسته پاتې ساتل شوی دی .
ددغه ډول حساس موقعیت په پام کې نیولو سره په افغانستان کې د خپلو ملي ګټو د خوندي ساتلو لپاره خارجي سیاست ډیر مهم او په ژوند پورې تړلی و او دی چې باید په ډیره هوښیارۍ وتلل شي او د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره يې تول او بیلانس په ژوره توګه مالوم کړای شي . غواړم بیا خپله خبره غبرګه کړم چې په افغانستان کې د باندني سیاست برابرول او ساتل د خپل ستراتیژیک او حساس موقعیت له مخې له زښت ډیر او په ژوند پورې له تړلي ارزښت څخه برخمن و او دی . که چیرې د افغانستان له باندني سیاست سره پاروونکی، سرټمبه او په زور بدلوونکی چلند وشي او یایې په ډیر ژور پام سره تول او بیلانس په پام کې ونه نیول شي؛ ارومرو د سترو نړیوالو ځواکونو او ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنې لامل کیږي، ډیرې غملړلي ستونزې رامنځ ته کوي او د ګران هیواد افغانستان ملي ګټو ته نه جبران کیدونکي زیانونه را اړوي .
له خپلواکۍ ګټلو را وروسته تاریخي تجربې ددغه حقیقت ښکارندوی دي چې هر مهال په افغانستان کې باندنی سیاست ښه پر تله شوی دی؛ په هیواد کې په پرتلیزه توګه ډاډمن امنیت او کراري ټېنګه شوي ده او د افغانستان خلکو دا موکه پیدا کړي ده چې خپل ملي ژوند برابر او خپل ګامونه د قانونیت، مدنیت او پرمختګ په لوري اوچت کړي . خو کله چې په خارجي سیاست کې تېروتنه شوي ده او یا باندنی سیاست د سرټمبګۍ، ځانګړو غوښتنو او یا د کوم ځانګړي هیواد د پلوۍ په لوري روان شوی دی سمدستي باندنۍ لاسوهنې پیل او زموږ ګران هیواد افغانستان د غمجنو جنجالمنوستونزو او د بې امنیتیو په کرغېړنو منګولو کې کښېوتی دی .
د باندني سیاست برابرول په ټولو هیوادونو کې مهم او ارزښتمن دي خو په ولسواکۍ ولاړوهیوادونو کې چې پخوانی دودیز دموکراتیک نظام لري دا کار دومره ستونزمن نه دی ځکه چې دوی هم پریمان کدرونه لري، هم مواد، هم تجربه او هم یې سیاست په ټولنیزه توګه د وتلو مسلکي کارپوهانوله خوا برابریږي .خو په ځینو هغه هیوادونو کې چې واک د یوه ظالم سړي په لاس کې وي او د کارپوهانو سلا ته غوږ نه نیسي په هغه هیواد کې ټولې چارې د باندني سیاست په ګډون له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ او ملي ګټې یې زیانمنې کیږي .
که چیرې دګران هیواد افغانستان تاریخ له خپلواکۍ په راوروسته مهال کې له سياسي پلوه په ژوره توګه وڅېړو او همدا رنګه د هغه وخت باندنی سیاست تر ژورې کتنې لاندې ونیسو ، دې پایلې ته به ورسیږوچې زموږ هیواد هغه مهال زیانمن شو چې د باندني سیاست په تول او برابرۍ کې تېروتنې رامنځ ته شوې ؛دا خو نو ښکاره خبره ده چې ددغو تېروتنو بنسټیز لامل هم د مسلکي تجربه لرونکو کار پوهانو کمښت او ځانګړي پریکړي وي . ددغه پیېلي او نا سم باندني سیاست له کبله داسې حالت رامنځ ته شوی دی چې سملاسي ځنو هیوادونو د افغانستان په کورنیو چارو کې د خپلو ناوړه مقصدونو لپاره خپلې لاسوهنې پیل کړي دي چې په دې ډول د افغانستان پر سر د باندنیو هیوادونو لاسوهنې، سیالۍ او وز لوبې ګړندۍ او هر یو د سیال ځواک د کمزوري کولو لپاره بډي رانغښتي اوله ډول ډول خچنو لارو یې د خپلو اغېزو په شیندنو اوکشمکشونو لاس پورې کړی دی .
له بده مرغه چې په اویایمه میلادي لسیزه او په را وروسته لسیزو کې په افغانستان کې باندی سیاست ګډوډ شو چې له دې امله زموږ په ګران هیواد کې د تودې او سړې جګړې ډګر تود او د افغانستان ډیر پتمن خلک یې د خپلو سیالیو د اور په لمبو کې لولپه کړل .
له دې کبله باندنی سیاست باید داسې تنظیم شي چې هېڅ یوه باندني هیواد ته د لاسوهنې پلمه ورنه ګړي تر څو د ډاډمن امنیت په څپو کې د خاورې بشپړتیا، ملي حاکمیت او خپله خپلواکي خوندي وساتي اوله د ې لارې د ولسواکۍ اوپرمختګ په لوري کړندي ګامونه واخلي .
د داسې وړ باندني سیاست دبرابرولو لپاره چې د افغانستان ملي ګټې خوندي کړي هوښیارو، مسلکي او تجربه لرونکو کارپوهانو ته اړتیا ده خو له بده مرغه په افغانستان کې د څو لسیزو بې امنیتیو،خپل منځي جنګونو او پرله پسې حکومتي بدلونونو. باندنیو لاسوهنو،چلبازیو او دسیسو افغانستان له دغه ستر ملي نعمت او شتمنۍ څخه بې برخې کړی دی ؛ د افغانستان د باندنیو چارو وزارت له مسلکي او تجربه لرونکو کارپوهانو څخه تش شوی دی، دهیواد تکړه سیاستوال او تجربه لرونکي کارپوهان یا وژل شوي دي یا له خپل ګران هیواد څخه تښتې ته مجبور شوي دي او یا د چا په وینا د سیاسي ډګر د شغالي کولو لپاره وچ په وچه د بدنامولو تورونه پرې تپل شوي دي ، دا ځکه ډیر ځله افغانستان مجبور شوی دی چې هرڅه له سره پیل کړي .
",څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول (پنځلسمه برخه )
2163,,"
په کندهار کي د علامه رشاد بابا ( رح ) د مزار د بنسټ ډبره کښېښودل شوه .
پرون د کب د مياشتي پر ١٦مه نېټۀ سلاکار وزير او کندهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي د علامه رشاد بابا رح پر مقبرې د مزار او منار د بنسټ ډبره په داسي حال کي کښېښودل چي د کندهار ولايت يو شمير دولتي چارواکي اوفرهګپال هم حاضر وو .
د جوړوني کار څه دپاسه يوه مياشت د بارانونو او خرابي هوا له کبله وځنډېدی .
د نوموړي مزار او څلي نقشه دښاغلي انجنير ننګيالي کاکړ له خوا جوړه شوې ، او ويل کيږي چي د کندهار ښار د شهيدانو د چوک څلي ته ورته لس متره څلی به ورباندي جوړوي .
د علامه رشاد بابا رح مزار د کندهار ښار شمال خواته د کندهار پوهنتون تر څنګ جوړيږي .
",دعلامه رشاد بابا د مقبرې د جوړوني کار پيل شو
2164,,"
",
2165,,"
",
2166,عبدالله احسان,"
ښاغلی محمد شفيق حقپال ( وردګ) دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ١٣٤٤كې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دكريمدادودقريې دمارخانې په كلي كې زيږيدلى
ښاغلی محمد شفيق حقپال ( وردګ) دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ١٣٤٤ كې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دكريمدادودقريې دمارخانې په كلي كې زيږيدلى .لومړنۍ اومنځنۍ زده كړي يې دكابل په سپين كلي ليسه كې نورى زده كړى يې دكابل د برېښنا د تخنيک په څانګه كې پاى ته رسولي دي .دكابل په تخنيك ثانوي دپيښور په سيدجمال الدين اودميدان وردګو ولايت دخالد بن وليد په ليسو كي يې دفزيك اورياضياتو په څانګه كي ښوونه كړې، دغه راز دباختراطلاعاتي اژانس كي يي دسياسي مبصراوخبريال ،په راډيو افغانستان كي دنطاق ،دسولي اوجګړي نړيوال انستيتوت ، دملګروملتوپراختيايې ادارې ،دافغانستان سره دمرستودسمون ادارې اويوشميرنوروملي اونړيوالو څانګوكي يې دخبريالۍ اوليكوالۍ په برخه كي كاركړى په سل ګونه ليکني،خبرونه ، رپوټونه ،تبصرې اوشعرونه يې دهيواد په بيلابيلوورځپاڼو ،مجلو ،راډيواوتلويزيون او ويب پاڼو كې په پښتواودرى ژبو خپاره شوي . دهيلوغوټۍ په نامه لومړنۍ شعري ټولګه يي نوى خپره شوې . دوه ټولنيز كتابونه يې ليكلي اودوه درسي كتابونه يې ژباړلي چې چاپ شوي نه دي . دحقانيت جريده،مصباح اوونيزه،سيرت اوونيزه،ارادى ورځپاڼه،نامه زندگى جريده،داستقلال مجله،هيواد ورځپاڼه ،انيس ورځپاڼه،ارمان ورځپاڼه ،نونهالان مجله،قلم جريده...اونورې ګڼ شمېرچاپي خپرونې هغه خپرونې دي چې ده په كې دمسئول چلوونكي، دپاڼې چلووونكي ،اډيتراوقلمي همكار په توگه كار كړى .
دغه راز يي ليكنې په يوشميرملي اونړيوالو ويب پاڼو كي هم خپرې شوې دي .
چاپ شوي اثار :
دهيلو غوټۍ شعري ټولګه
دشعر بېلګي :
دمېړنـــــــــــو ټـــــــاټــــــــــــــــوبى
شـــاوخــــــــــــــــــوادحريفانو په بڼـــــو كي
سره اوسپــــين اوژيړګلان په اتڼــو كي
دتقـــدير په لاس شليـــــــــدلي زماګلان
دغم اوښـــــكي ځكه ښكاري په بڼوكي
ناپـــــوهۍ كړمه يوڅه سپيره سپيره زه
مـــــــــــــكړه مكړه سردچاره وه كڼوكي
پروانه كړم كه پښــــــــــــيبله شوم غمازه
ګرځيدلى تل دننـــــــــــــــگ يم په پڼوكي
په همت گڼې زرغون به شي دابــــــــڼ بيا
شى رقيب به دحــــــــسرت په شتـــــڼوكي
غمجن زړه مي دهمدم په تــــــــــمه هيله
غورځى غورځى هميشه هــــيلو رڼوكي
د(حقپال) سترګي هيواد بچوته گوري
ځكه اوسي په مســــــــــــــكن دميړنو کي
دپســــــــــــرلي وږمـــــــــــې
وږمودپسرلونه جوړې جوړې ترانې شــــــــــــــــــوېڅپې دتازه هيلو په هر لور خورې ورې شـــــــــــــــوې
ګل پاڼې اوشبنم يې دګامونونه جــــــــــــــــــــار وزيهرځل چې دجانان مې په چمن كى ننــــــدارې شوې
كوڅه كى يى روانى جنـــــازى درقـــــــــــــــــــــــــــــــــيبانويارماسره پخلاشوترې چاودلې يې زارې شــــــــــوې
استازى دوصــــــــال اوس رانه غواړي زيري زيريماهرڅه يارنه ځاركړل اوس مې سختې ګزارې شوې
نقاش دطبيعت كړله وړيادا انځــــــــــــــــــــــــــــــورونه ترې ډكې له حسنونواوخوندونوكنـــــــــــارې شـــوې
(حقــــــــــــــــــــــپاله) نذرانه كړه په بدل كي روح اوځانادايې كله كله دنعــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمت ديوزرې شوې",محمد شفيق حقپال
2167,عبدالهادي- ريشاء,"
اتمه دمارچ
پر هغو ښــــــــــــــــــځو هزارځله سـلام دئ
چي یې کړی آ زادۍ لره قیـــــــــــــــــــام دئ
سر مو ټیټ دئ ددوی سترو کارنـاموته
ځکه دوی لره حاصل عالي مقــــــــام دئ
آرزو یې حـــــــــــــــــــــــــریت پر اسـارت وه
دا خواهش یې د بشردپاره عـــــــــــام دئ
پر دې لار یې قرباني کړل خپل ســــــرونه
مګر پاته یې د تل دپاره نــــــــــــــــــــام دئ
څو نړۍ وي دغه ورځ به لمانځــل کیږي
پر اتم دمارچ یې جشن تل مــــــــــدام دئ
چـي ښځمنو تــه نن خپل حقوق رسيــږي
خو ددوی قهرماني، د دوی مـــــــرام دئ
دانړۍ ټوله په ښــــــــــــــــــــــځو ده ودانــه
واولاد ته یې خدمت په صبحُ، شــام دئ
مور روزلي کــاشفين- مخترعیـــــن دي
تر ابد پوري دغه کار ناتمـــــــــــــــــام دئ
نویې حق دئ چي و دې ته درناوي کــړو
همېشه دوی ته تعظیم دئ،احتــرام دئ
ښځــي وايي موږ به هلته یو خوشحالــه
چي د جنګ په ټول بشر کي اختمام دئ
موږ دسولي پلوي کړو په نــــــــــړۍ کـي
زموږ دټول جهان د ښځو دا پيـــغام دئ
۳۰/۱۱/۱۳۶۶ل- کابل
",د مارچ اتمه ( د ښځو نړيواله ورځ )
2168,,"
١٨ د کب ١٣٨٣
تېره شپه په کابل کي د ملګرو ملتونو د ميلمستون او هالنډ د سفارت په لاره کښي يوبرتانوی مامور چي په خپل موټر کي روان و د دوو نورو موټرونو له خوا يې لاره بنده کړل شوه او بيا ډزي پر وشوې .
دا پېښه پرون دوشنبې د ماښام پر ١٠ بجې او ١٥ دقيقې رامنځته شوه . نن په کابل کي د انګلستان سفارت د انګليس مامور وژنه تائيد کړه ، ددې پېښي پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخستې .
د ٤١ کلن سټېون بلېر د کليو د پراختيا د وزارت سره کار کاوه .
پوليسو تر اوسه په دې تور څوک نه دي نيولی خو وايي چي په دې اړه پلټني رواني دي . ",وسله والو کسانو برتانوی مامور وواژه
2169,عبدالهادي ( ریشاء),"
للــــو،للــــو
الا هو للو، للو خوب دي درسي د لېموللو،للو اټا هی،اټاهی للو للو
د ستر ګو تور دزړګي سره للو، د توري شپې ژړيه لمره للو، پر د ښمنانو سې لاس بره للو
الا هو للو، للو
اوس دي خوبونه کوه، پاک خورکونه کوه، پرمور نازونه کوه
ځان مړه وه په شيدو، خوب دي کوه تر سپېدو
الا هو للو، للو
سباقومونه روزې ، کار له غښتلي پالې، دوی به له لوږي ساتې
څښتن دلويوکارو، دنوي ، نوي فکرو
الا هو للو، للو
ته به اقوا م ويښوې، ته به عوام ويښوې، بشر تمام ويښوې
ته دغفلت دخوبو، دجهالت دخوبو
الا هو للو، للو
نړۍ کي سپين دي که تور، هر يو د ځان بوله ورور، نړۍ د ټولو لوی کور
سره يو ځای دقر نو، پرد ښتو، غرو و رغو
الا هوللو، للو
وچه بېدیا اوبه وه، خړي غونډۍ شنې کوه، زوزان دبېخه رېبه
زړونه راباسه دغرو، وتړه بند پر رودو
الا هوللو، للو
پوره که لوړي هیلي، دمرګ وسلې کړه ویلي، وایه دژوند بدلي
ورک کړه خطر د جنګو، خلاص کړه بشر دلمبو
الا هوللو، للو
زما وصیت ومنه، حق-عدالت چلوه، خدمت دخلګوکوه
دغه قیمت دشیدو، ستا څخه غواړي ببو
الا هوللو، للو
دخلګو زړه وساته، زړه یې دزړه وساته، لوی او واړه وساته
عالي انسانه للو، پرخواري ګرانه للو
الا هوللو، للو
آینده ښاد اوسې، ارام- آباد اوسې، لوی سې دمراد اوسې
زما نازولې زړګو! چي هېره نکړې اَدکو
الا هوللو، للو
کراچي ",يوه پښتنه مور ماشوم څنګه بيدوي !
2170,نعمان دوست,"
کابل – دکب ١٩ مه
کندهارۍ خور
په هرګام کې دلته مړى دى جـــانانـــــــــه زموږ کام خو اوبو وړى دى جانانه
په تنو باندې ښايســـــــته سرونه نه شته ځړيدلــــى ددار پــــــــــړى دى جانانه
کندهارۍ خور مې نن بيا پـه چيغو ژاړي مــاشوم زوى يې چا وژلى دى جانانه
په دېرو کې مواوس ترنګ درباب نه شته ادم خـــــــــــــان يې ترې شړلى دى جانانه
په هر لويشت مودانسان وينه پرتــــــــه ده تنکى ځوان پرې غوړيدلى دى جانانه
مودې وشوې له دې کلي کډه کـــــــــــــــــړې تا(( نعمان )) چېرې ليدلى دى جانـــانه؟
",کندهارۍ مور
2171,محمد انور نوميالی - ډنمارک,"
کانديد اکاډيميسن محمد انور نوميالی - ډنمارک
انساني ژوند له لويه سره اجتماعي دى . ښادۍ او غمونه، جشنونه او ماتمونه ټوله ولسونه په گډه نيسي او په گډه يې نمانځي. غونډې او محفلونه هم د دې خصلت ښكاره نمونې دي..خو د خلكو راټولېده، يو د بل سره يې كاته او ليده، يو د بل سره خندېده يا يو د بل سره ژړېده په هر رنگ او په هره بڼه چې وي د ټولنيز احساس يا بشري ژوندون يوه مبرمه غوښتنه ده چې هم پالنه غواړي او هم پاملرنه..
د خوښۍ بانډارونه او د ښادۍ مجلسونه هم يو خيل نه دي. ځينې مذهبي ريښې لري، ځينې يې تاريخي ريښې لري، ځينې كلتوري ريښې لري او يو شمېر يې بياد ژوند د واقعي احساس يا ضرورت پر بنا منځ ته راغلي او طبيعي ريښې لري، موږ نه يوازې د طبيعت په ورشو كې ژوند كوو، بلكې نمانځويې هم، لاكن كله مخامخ او كله په سمبوليك تمثالو كې. نندارې يې مزه هم راكوي، له هغه څخه ساه اخلو، له هغه څخه ژوند زده كوو او هغه ته هم رنگ وركوواو هغه هم خوند وركوو. زموږ هغه خوندونه او زموږ هغه لذتونه چې مخامخ يې د طبيعت له نړۍڅخه اخلو هم رشتياني دي او هم واقعي . ځكه نو زموږ داسې بانډارونه يا مېلې چې طبيعي منشا لري چې زموږ د مينې او عشق د الهام سرچينې دي.
كه زموږ په چاپريال كې يخه سړه هوا په توده او ملايمه بدله سي، په غرو او دښتو كې شنې مرغې وغوړېږي ، د لالي ګل خپل سره بخملونه پر سپېرو غونډيو هوار كړي، ګل بڼ د ګلو پر موج باندې راسي رنگا رنگ شگوفې هرې خواته وخاندي، د مرغانو سيلونه اتڼونه راته ووهي، د درو له منځه آبشارونه په مستۍ راشېوه سي، د آسمان رنگ تر و تازه واوړي او لمر تر پخوا روښانه وځلېږي نو په داسې حال كې به د اشرف المخلوقات د پاره دا لوى پېټ وي چې د برنجي بت په شانې بې سازه او بې آوازه ، بې نڅا او بې گډا لاس تر زنه سنگوټ كښېني او د طبيعت په دغه رښتياني جشن كې خپله گرانه معشوقه پر سرو شونډو باندې مچ نكړي. خو البته نه د بيل كلينتن د رسوايي په سويه!
كه غواړو كه نه غواړو، موږ په طبيعت كې زېږېدلي يو، په همدې طبيعت كې ښخېږو كه طبيعت ناڅېدى، كه طبيعت غوړېدى، كه طبيعت خندېدى موږ به هم د يو با شعوره او ژوندي موجود په څېر گډ ورسره نڅېږو، ورسره غوړېږو او ورسره خندېږو به. دا كومه پوچه يا خوشې چټي وراشه نه ده بلكې د ژوندي زړه د طبيعي رمز يوه سالمه غوښتنه ده.
په موږ كې كوچني اخترونه ، لوى اخترونه او داسې نور تقريبونه رواج سوي دي چې د خندا يا ژړا لپاره په ديني شعور نمانځل كېږي او زياتره يې مذهبي منشاء لري. لكه څنګه چې موږ په خپل لالهانده ژوند كې گرزو را گرزو او د ټيك ځاى مو نه دى معلوم نو دغه ورځې مو هم يو ټاكلى وخت يا موسم نه لري. خو دا دودونه يا روايتونه موږ ته راغلي دي او موږ منلي دي . ځكه شينواري مولوي به موږ ته ويله چې ( په نقل كې عقل نسته ) د مثال په توگه دا لوى اختر راواخلئ. كله د ټكنده تاوده دوبي په سره آهاړ كې په موږ باندې پسونه وژني او كله مو بيا د ژمي د يخ په سره تڼكار كې د غوايي قربانۍ ته اړ باسي. نكرځې ايږدو، د غېږې روغبړونه سره كوو، اوربزونه سره مږو، پر مخانو سره مچوو، مباركي سره وايو، تلفونونه سره ږغوو، خوږې پكې خورو، كالي پكې نوي كوو، درواغ او رښتيا سره ږغېږو، د حاجي او غازي وړيا دعاوې يو او بل ته په سخاوت ور حواله كوو خو د پوهېدنې طبيعي احساس يې سم يا پوره نسو درك كولاى. ځكه چې دا اخترونه مو نه ټاكلي ټاپې لري او نه هم ټاكلى موسم موږ غوندې سرگردانه دي.
اما زموږ د شمسي كال لومړۍ ورځ چې زموږ په ټولو ژبو كې يې د نو روز په نامه بولي د هغه طبيعي ـ اجتماعي جشن نوم دى چې زموږ له آب وهوا، زموږ له مځكې او آسمانه، زموږ له كلو او ښارو او زموږ له عرو او رغو څخه د طبيعي احساس په مخامخ او رشتينې انگيزه زموږ په لرغونى تاريخ كې منځ ته راغلى دى او زموږ د ټولو خلگو د پاره هم د پوهيدنې اوهم د نمانځنې وړ دى.
ويديزم زموږ په پراخه سيمه كې د گڼو ولسونو د ټولنيز شعور او كلتور يو لرغونى بهير دى چې په هغه كې زموږ د تېر تاريخ ډېرې پديدې انعكاس سوي دي. هغه سرودونه لري او په هر سرود كې يې د ژوند د پايښت او پرورښت تجربې خوندي سوي دي. ويديايي نظام زموږ وگړي د كار د لومړني ټولنيز تقسيم پر اساس چې د رشد يوه څرگنده غوښتنه وه، د كشترا، برهمنا، ويسا او سودرا پر ډلو باندې سره بېل كړي وه. د برهمنا يوه ستره دنده دا وه چې د آسمان ستوري وڅاري ، ټاپي معلوم كړي، د كوچ و بار موسمونه وټاكي، زياركښو ته د رمو او گلو د روزنې ، د كروندو د كرنې ټيك وختونه او طبيعي حسابونه وروښيي. د هغو له تعليماتو څخه يو څه راپاتي نښې تر اوسه لا هم زموږ د ژبې په تاريخي زېرمه كې د فوسيل په بڼه دلته هلته مونده كېداى سي. د مثال د پاره دا متل وگورئ چې د احتمالي خطر په وړاندې دستورو په حساب شپنو ته خبرتيا وركوي: «سپرليه دا هوس دې نيمه خوا دى چې زار خڼ دې لا په خوا دى.» زار خڼ يا زار خنډ په جوى اوضاع كې دستورو په دلالت يو بحرانى ټاپى دى. يا دې شاعرانه ترتيب ته پام وكړئ چې موسمونه او د دوى خاصيتونه يې داسې سره تړلي دي : پسرلى معمور، دوبى تنور، منى رنځور، ژمى ضرور.
نن ورځ كه څه هم زموږ ""نوروز"" د بطليموس په شمسي حساب د حمل د برج له لومړۍ ورځې سره په هر كال كې برابري لري خو په تاريخي لحاظ د دې نظر د پاره د رڼا مدارك مونده كېداى سي چې زموږ د ويدايي او اوستايي شعور مخكښان ډېر وختي زموږ د ستورو په حسابونو له ضرورته سره سم پوهېدله او د هغو له طبيعي حركت له پړاوونو سره يې د خپل كلتوري او اجتماعي ژوند پلانونه ترتيبوله.
د افغانستان په اقليم كې چې زياتره نجومي تقويمونه، يا زموږ كلتوري تقويمونه له طبيعي موسمونو سره خوله په خوله ځي نو موږ ته داسې احساس راكوي لكه كيهاني طبيعت چې زموږ په خاوره كې له انساني طبيعت سره په خپل ماهيت كې پوره مطابقت لري. زه د خپل ځاني احساس له مخې دا خبره يادولاى سم چې د نوروز په ورځ به ما هېڅ كله داسې نه گڼله چې دا يوه عادي ورځ ده او زه يې د خپلې خوښۍ د پاره نمانځم بلكې له فضا او هوا څخه به داسې راته ښكارېده لكه لمر او سپوږمۍ، كيهان او آسمان، نړۍ او جهان، حيوان او انسان چې ټوله له ما سره په دې موسمي تجليل كې شريكان وي.
تر نورو ټولو خبرو چې راتير سو نود"" نوروز"" په نامه كې زه هم د يوه څرگند تاريخي اشتراك نښې وينم چې اثبات يې فني كسان پرپخه لگولاى سي. ځكه د فارسي ""نو"" د پښتو("" نوى""د انگريزي ""نيو""او د روسي ژبې ""نووي""هغه واحده كلمه ده چې د لفظي او معنوي خپلوۍ سره په څلورو ژبو كې د جزيي تغير په بڼه استعمال لري او د يوې گډې سابقې پر لرغونې مبداء باندي يي دلالت كوي. خو د ""روز""كلمه يي بيا د پښتو د""ورځې""د كلمې هغه خورلڼه ده چې د مشتركې مورينې خواته يې زموږ پام اړوي. د جوړښت گرامري تركيب يې چې په هغه كې د ""نو"" صفت د ""روز"" تر موصوف دمخه راغلى دى، د مورينې ژبې هغه خصلت معلوميږې چې پښتو تر دا نن ورځې په ځان كې ساتلى دى.
بيا هم د لرغونو مشتركو نوروزو په نوو ميلو كې د انساني دوستيو پر لور!
",د نوروز نمانځنه
2172,کانديد اکاډيميسن محمد انور نوميالی,"
کانديد اکاډيميسن محمدانور نوميالی - ډنمارک
زما په هېوادكې لومړۍ ميرمنې والۍ اغلې حبيبې سرابى ته يې د ټولو
افغاني ښځو د ښځينه فضيلت د لا ځلا او ښكلا په هيله اهدا كوم!
انسان د نوعي واحد په توگه هغه موجود دى چې د بيالوجي په حساب د نر او مادې، په بشري حساب د ښځې او سړي ، خو د كلتوري رابطې په اجتماعي او اقتصادي حساب بيا د ماينې او مېړه د دوو ژونديو عناصرو له مورينې يا مبدې څخه منځ ته راغلي دي. د همدې واحد د هر عنصر يعنې ښځې او نر په وجود كې يو شمير فطري يا ذاتي غريزې داسې تعبيه سوې دي چې دواړه په گډه دې چارې ته جبرا گماري چې د نوعي توالد او تناسل د حياتي رسالت وظيفه سرته ورسوي. دا چې يو عنصر يې كومه دنده مخ ته بيايي او هغه بل عنصر بيا كومې چارې اجرا كوي ، گرده هغه مشتركې خبرې دي چې د يوه او بل تر منځ متقابله عمليه يې د بيالوجي په پوهنه كې تر يو حده روښانه كيږي. خو د ښځې او سړي په وجود كې د همدې غرايزو د خوځېدنې بشري هيجان او احساس بيا داسې پوښتنې راوړاندې كوي چې د جنسي روحياتو په پوهنه كې يې ټيك جوابونه موندل كيداى سي.
د انساني نوعې د څو ميلوني كلونو تاريخي انكشاف چې د تكامل په نامه هم بلل سوى دى د نر او مادې يا ښځې او سړي نوعي واحد يې له بيالوجيكي فطرته يا عضويته سره يو ځاى اجتماعي ساحې ته راوستلى دى او له دې سره سم يې د توالد او تناسل غريزوي چارې د ټولنې په شبكه كې د اجتماعي مناسباتو په رنگ رنگولې دي.
له بيالوجيكي اصله سره سم ددې خبرې ماهيت پوره څرگند دى چې ښځه او سړى يا سړى او ښځه داسې حياتي عناصر دې چې د فطري وظايفو له مخې په وجود يا د هغه د وظايفو په اناټومي كې يو شمير توپيرونه لري او هم هر يو يې د خلقت په حكم د توالد او تناسل يه عملپه كې خپلې ټاكلې چارې سرته رسوي. د انسان په نوعي حساب دوئ په دواړو يو ځايي هغه واحد جوړولاى سي چې د دوو گونو وظايفو په متقابلوبشپړولو كې حياتي رسالت اجرا كوي . دوئ نه يو د بل سره مساوي دي او نه هم د يوه دندې تر هغه بل فضيلت لري . بلكې د انساني واحد دوه لازم غړي بلل كيږي. كه چيري كوم داسې طبيعي ، تاريخي او يا بشري عوامل راپيدا سي چې د يوه عنصر وجود پر يوه مخ له منځه واخلي نو له دې سره هغه بل هم د يو څو كلونو په لنډه موده كې د مځكې له سره څخه اخيسته كيږي. دا هغه لومړى پرنسيپ دى چې د دواړو عناصرو د برابرى بنيادي پيلامه جوړوي.
د ځان په څېر د بچوړو زېږونه يا د مثل توليد چې د يوې نوعې پرله پسې پايښت تامينوي ، د طبيعي قانونمندۍ يوه داسې دوه اړخيزه عمليه ده چې د بيالوجيكي پوهنې له دريځه په نباتاتو، حيواناتو اوبشري موجوداتو كې د ښځينه جنس او نارينه جنس تر منځ د دواړو د تناسلي پيوند په زمينه كې د هر يوه د بيلا بيلو فطري وظايفو له پوره كيدو سره راڅرگنديږي. كه له دواړو جنسو څخه يو جنس د ځينو عوارضو له كبله و نه كړاى سي چې د خپل وجود فطري وظايف سرته ورسوي، نو هلته د نورې زيږونې او زيږيدنې چاره د تل دپاره پاى ته رسيږي. كه دغه شان منفي عوارض د يوه او يا بل جنس په خوا كې كلي عموميت پيدا كړي، نو له دې سره د نوعې موجوديت يو مخيزه له منځه ځي. ددې څرگندونو په رڼا كې نو بيا داسې خبرې چټي گڼلې كيږي چې د يوه جنس تخليقي وظايف د هغه بل جنس دتخليقي وظايفو په پرتله د دوئ دپاره د حاكميت يا محكوميت په تعبير باندې ښوولى كيږي. د مثل په توليد كې دجنس هره خوا داسې ځانگړې چارې اجراء كوي چې هغه بله خوا يې نه سي اجراء كولاى. دوئ دواړه يو ځايي د نوعي واحد په توگه يو د بله سره د تخليقي وظايفو په بشپړولو او تكميلولو كې د نوعي فطرت او خلقت دنده سرته رسولاى سي.
خو انساني نوعې چې د فطرت له بيالوجيكي خصلته سره دخپل انكشاف په جريان كې د ټولنې ساحه هم ايجاد كړې ده نو يې د كار، د توليد، د جنگ، د ننگ، د ادارې او داسې نورو ټولنيزو چارو په برخه كې د ښځې او سړي تر منځ وجودي توپيرونه چې طبيعي منشاء لري د يوه جنس په فضيلت او د بل جنس په فضيحت اړولى دى. له دې تغيره سره هغه پرله پېچلي مسايل رازيږېدلي دي چې له تېرو زمانو راهيسې بيا تر اوسنيو وختو پورې په بېلا بېلو فلسفي افكارو، اجتماعي نظرياتواو مذهبي احكامو كې د احساساتي مناقشاتو او افراطي مجادلاتو په بڼه د يوه يا بل جنس په گټه ارائه سوې دي. تر څو چې دغه قضيه په اساس كې تر يو علمي فورمول لاندې انساني شعور ته لار پيدا كوي، ښايي تر هغو پورې به وخت په وخت د كلتوري كشالو او دوديزو جنجالو زيږنده وي.
خو ددې اهمې مسئلې د روښانه ذهني او عملي حل د پاره تر هر څه لومړى ددې چارې يو ټيك تدبير په كار دى چې ښځه سمه ـ دمه د يو خپلواك موجود په توگه په هغسې پوهنه سامباله سي لكه نر چې په سامباله كيږي. له دې شعوري برابرى سره دا زمينه هم بايد په خپله د ښځې له خوا څخه د علمي موازينو په رڼا كې سرښته سي چې د خپلو اړتياوو د پوره كولو شبكه په اجتماعي مناسباتو او روابطو كې په خپله تثبيت كړي. د نسبي او مالي ارث په برخه كې هم د توازن يوه نوي دكتورين ته اړتيا پېښېږي چې د دواړو جنسو د رښتيانى برابرى رول ولوبوي. داچې د عضوي قوت او جسمي طاقت له كبله د نر غلبه د حاكميت درجې ته رسيدلې ده لازمه ده په دې تخليقي پرنسيب سره د اعتدال ټكي ته راټيټه سي چې هر غښتلى، قهرمان، پهلوان، مدبر، فيلسوف، مخترع او نور يا نور په هر حال كې د خپلو ټولو فضايلو يا غټبازيو سره بيا هم د ښځې زوى بلل كيږي.
ته كه راته ووايې چې ښځه خو بې زوره ده - توان د چكې نه لري په مازې پو نسكوره ده
زه بيا هر غښتلى د هر ملك د ښځې زوى بولم - مور دى زېږولى پهلوان كه قهرمان دى
ښځه بې له نره نر بې ښځې نيم انسان دى
سپينه مې پښتو ده په پښتو مې دا بيان دى
ښځه بې له نره نر بې ښځې نيم انـــــــــــسان دى
دوئ سره جوړه د تكامل لارې وهـــــــــــــلې دي
يو ځاى د يوه زوڼي له غېږې راوتلــــــــــــي دي
نوعه بې له دواړو په سل كاله كې له منځه ځي
دغه حقيقت بې له بيانه څه عيـــــــــــــــــــــــان دى
نر او ښځه دواړه د يوه وجود دوه غړي دي
بې د خپلو دندو له كولو څخه مـــــړي دي
هر يو كه ها بل له خپله كاره څخه واچـــوي
دغسې وجود د ورستېدو پر خوا روان دى
سر كه د چا لوى او پښې نرۍ وچې بې واكه سي
نظم د وجود په تناسته كې تاك له تاكه ســــــــــــي
هر غړى د بل غړي په كارو بار پـــــــــــــــياوړى وي
ژوند بې د خلقت له توازنه څـــــــــــــــخه گران دى
سترگې په كله كې دوې اوبلنې مـــــرغټانې دي
زور د گوتې نه لري په تــــــــــــشه ډكه ورانې دي
ستره وظيفه يې په بدن كې منــــــــــــــــــكر نه لري
بې له بينايي څخه جهان يو تـــــــــــــور زندان دى
نر دى او كه ښځه يو له بله څه بېلېـــــــــــــــږي نه
فرق سره لري پر دوو واحدو تقســـــــــــيميږي نه
يو لا نه پاتيږي كه يې يوسي گرد ســــــــــره فاني
گډ سره تړلي هست ونيست يې دغه شــــــان دى
هر نيمى انسان په خپل سرشت كې وظيفه لري
ځانته، ځانته خپله پر له پورې شبـــــــــــــكه لري
گډ خو بيلا بيلو وظايفو ته ټاكلــــــــــــــــــــــــي دي
خوښ وي كه ناخوښه د خلقت دغه فرمــــان دى
يو كه وي آزاد دا آزادي د انــــــــــسان مه بــــــــــــــــــولئ
يو كه يې وي ښاد دا به ښـــــــــادي د د انســــان نه بولئ
دواړه يوځايي په گډ حـــــــــــــساب انسان كېدلاى سي
نيم انسان غالب نيمى مغلوب ژوندون يې وران دى
دغه انساني واحد كه هر چيري مـــــــــــــــــــــــــــعيار سي
لاندې باندې چارې له هغه سره عـــــــــــــــــــــــــــــيار سي
وبه وزو په ژوند كې له كږو وږو پېــــــــــــــــــــچومو څه
وبه وينو هلته كوزه مځكه پاس آســــــــــــــــــــــمان دى
",دښځې او نر ډيالکټيک
2173,خالدهادي,"
ډاكټر محمد داود حبيبزى چې شپږ ويشت كاله وړاندې د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د كيله ګي دسيمې د شينوارو په كلي كې زيږيدلى دى ډاكټر محمد داود حبيبزى چې شپږ ويشت كاله وړاندې د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د كيله ګي دسيمې د شينوارو په كلي كې زيږيدلى دى لومړى زده كړې يې په پاكستان كې او منځنۍ زده كړې يې د ننګرهار په عالي ليسه كې تر سره كړي او په كال ۲۰۰۳ زېږديز كې د كابل د طب له پوهنځي څخه فارغ شوى دى ، ښاغلى داود په عربي ، انګليسي ، جرمني اردو او فرانسوي ژبو پوهيږي او لېكنې هم پر ې كولى شي دى دغه راز د قران كريم حافظ هم دى چې له تفسير او ترجمې سره يې زده كړې په كې كړي دي ، د انګليسي په روزنيزو مركزونو كې يې د استاد په توګه او دغه راز يې د نړيوال سره صليب له موسيسې سره له كال ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۰ پورې كار كړى په ( اى ، ار ، سي ) موسيسه كې يې د ترجمان په توګه د ۲۰۰۳ كال له پيل څخه تر پايه پورې كار كړى دى ، د ولسمشريزو ټول ټاكنو پر وخت د ملګرو ملتو د يو ساحوي ډلې مشري يې په كابل كې په غاړه درلوده او د طب له پوهنځي څخه له فراغت وروسته تر اوسه پورې د كابل په وزير اكبر خان روغتون كې د ډاكټر په توګه دنده تر سره كوي ، ښاغلي داود حبيب زي د ساينس په برخه كې له دوو کالو راهيسې په يو څيړنيز كتاب بوخت دى چې لومړي پاڼې يې د هوسۍ په مجله كې په بيلابيلو برخو كې چاپيږي او دى غواړي چې د ساينس په اړه نورې ليكنې هم وكړي ، ده همدا راز د ( نيكوولو ميكياوولي ) كتاب the prince په پښتو ژباړلى دى چې لا چاپ شوى نه دى .دغه راز نوموړی د همدې ايټالوي ليكوال اوسياسي فيلسوف The life of Castroccio Castracani . كتاب او همدا ډول د DISCOURSES OF NICCOLO MACHIAVELLI ON THE FIRST TEN (BOOKS) OF TITUS LIVIUS TO ZANOBI BUONDELMONTI AND COSIMO RUCELLAپه نوم کتاب تر ژباړې لاندې نيولي چې تمه كيږي ډير ژر به يې د مينه والو مخې ته كيږدي ،ښاغلى داود دا هم غواړي چې د دغه ايټالوي ليكوال هغه اثار چې عربي ، فرانسوي ، جرمني يا انګليسي ته ژباړل شوي وي په پښتو وژباړي ځكه ددې ليكوال او فيلسوف نظريات د ښاغلي داود په وينا ډير په زړه پورې دي . چې تر اوسه وايي داسې اثار پښتو ته نه دي ژباړل شوي . ",ډاکټر محمد داود حبيبزی
2174,,"
١٩ د کب ١٣٨٣
د افغانستان په لويدېځ د فراه په ولايت کې د وروستيو سېلابونو او بارانونو له امله له پنځه سوه څخه زيات وګړي مړه شوي دي او له يو زراو پنځه سوه څخه زيات کورونه نړېدلي دي.
په داسي حال کي چي څو ورځي مخکي د دولت له لوري داسي خبرونه خپاره شوه چي مسوول چارواکي د سيلابونو د مخنيوي لپاره پروګرامونه جوړوي خو د فرا ولايت اوسيدونکي ګيله کوي چې تر اوسه پورې ځپل شوووګړو سره هېڅ مرستي نه دي شوي . ",په فراه کې سېلابونو او بارانونولوي ناورېن رامنځ ته کړي
2175,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
کورنی سياست
ددې لپاره چې کورنی سیاست د ټولنیز ژوند په ټولو ملي پر مختیايې چارو کې پراختیا پیدا کړي او په ټوله سیمه کې ټولنیز عدالت ټېنګ او خدمت وکړي باید له شرایطو سره سم د ټولنې د رښتیني ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره داسې عملي ګامونه واخیستل شي چې ټولنې ته د هرکلي، زغم او منلو وړ وي .
دغه لوړ ملي ارمان ته رسیدل د ټولنې په ژوره او بشپړه پېژندنه پورې اړه لري . که چیرې د ټولنې پېژندنه ناسمه وي هر رنګه کورنی سیاست که څه هم د ښه نیت او لورونې له مخې وي او همدارنګه د مضمون او څېرې له مخې مترقي هم وي نه شي کیدای چې بریالیتوب یې باوري او ډاډمن شي .
څرنګه چې افغانستان یو غرنی هیواد دی او یوه په دریمه برخه یې لوړ غرونه دي له دې کبله د پڅې پرمختیا سره لاس په ګریوان دی . په دې هر څوک پوهیږي چې له عصري لویو او نښلیدلو لارو او تماس ټېنګولو پرته هېڅ ډول چارې لکه ګرځندوی، کرهڼه، مالداري، سوداګري، صناعت، اقتصاد، پوهنه، روغتیا او داسې نورې په وړ ډول او لکه څنګه چې ښایي پر مخ نه شي تللی . د هیواد غرنيتوب او پرې راچاپیره وچې د لویو لارو جوړول او په عصري ډول د تماسونو ټېنګول له ستونزو سره مخامخ کړي دي چې په نتېجه کې لا تر اوسه یانې په یوویشتمه پیړۍ کې هم موږ لوې نښلیدلي لارې ، د ګاډي پټلۍ، سر تر سره سړکونه چې کلي او ښارونه سره ونښلوي نه لرو . په عمومي توګه د مالونو وړل راوړل د انسانانو او حیواناتو پر شا اوکله، کله په لاریو کې هم تر سره کیږي . دا ډول بارچالاني یانې وړل راوړل د نړۍ په اوسنیو حالاتو کې ډیر وروسته پاتې او په منځنۍ پیړۍ پورې تړلي شمېرل کیږي چې د نن ورځې له پرمختګونو او ترقۍ سره نه پر تله کیږي . د تماس نیولو وسیلې یانې په ټول هیواد کې نه یوازې د ټیلفون، فکس او ډاګ شبکې نه شته بلکې په ښارونو کې د ننه او دښارونو تر منځ هم نه شته . کولای شو ووایو چې څه نا څه د ټول هیواد خلک د برېښنا، ګاز، د څښلو اوبو، روغتیایې، ټرانسپورټي، فرهنګي، مالداري او د ژوند له نورو لومړنیو خدمتونو څخه بې برخې دي . د هیواد اوسیدونکي تر اوسه پته نه لري . ان د هیواد په سترو ښارونو کې د هر چا ځانګړي پته او پوستي کوډ نه شته، هغه د ولسي خدمتونو وسیلې چې په ځنو ښارونو کې جوړې شوي وي؛ هغه هم په (90)مه میلادي لسیزه کې په بشپړ ډول له منځه لاړې . کله چې ښار یاد وو مقصد مو دادی چې د نورې نړۍ د ښارونو غوندې په پرمختللو خدماتي وسایلو سمبال وي . پداسې حال کې چې د افغانستان په پلازمېنه (کابل ښار ) کې تر اوسه کانالزاسیون نه شته . کله چې یو ستر مرکزي ښار کانالیزاسیون ونه لري د سیمې د ککړتیا اوسوتره ګۍ ستونزه په خپله یوه ستره غمیزه ده . همدارنګه کله چې د یوه ستر ښار اوسیدونکي هره ورځ ټولې چټلۍ د ځمکې پر سر وغورځوي، هره ورځ غیر صحي اوبه وڅښي،غیر صحي ډوډۍ وخوري او ککړه هوا تنفس کړي؛ کولای شو ووایو چې په رښتیا سره د خلکو لمن په ټولنیزه توګه ویرجنو غمیزو او ناورین ور ډکه کړي ده .
اند کیږي چې ښایې په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازینی هیواد وي چې خلک یې د ډول، ډول کورنیو او باندنیو جغرافیه یې، ټولنیزو او پرله پسې جنګونو له امله د لومړنیو بشري حقونو او مدني خوندونو څخه بې برخې دي . ډیر خلک د تنګیو په منځ او د غرونو په ډډو کې ژوند کوي چې د ورتګ، ورپورته کیدو او تماس نیولو ډیرو ستونزمنو حالاتو له نړیوالو مدني حقونو او خوندونو څخه بې برخې او له یوه بله لرې ساتلي دي له دې کبله دغه ډول ناوړه حالاتو د دوی په ژوند کې داسې دودونه غوږلي دي چې د پیړیو په اوږدوکې یې په سپیڅلي عقیده او باور بدل شوي دي . له بده مرغه هر څوک چې د پرمختګ او بدلونونو په لاره کې له دغو منل شویو دودونو سره ټکر شي په تېره خو که دغه بدلونونه په دوی باندې له باندې څخه منل کیږي سمدستي ان د ځان وژنې تر ټکه داسې غبرګون ښکاره کوي لکه د غومبسو ټوپکی چې وتخنوې . څرنګه چې ډیر خلک او قومونه له یوه بله لرې پرته دي ځکه نه یوازې د دوی تر منځ بلکې د ښارونو او سیمو تر منځ هم څه نا څه د دودونو توپير دی . ویلای شم چې له نوي یمې لسیزې د مخه دا توپيرونه ښکاره وو خو له دې وروسته د ښارونو ړنګولو له کبله؛ په ځانګړي توګه د کابل ښار د ملي موزیم، ملي ارشیف ، ملي ګالري،عمومي کتابتون، د پوهنتون کتابتون او نور کتابتونونه، بانکي زېرمه، دولتي مطبعه، سیلو، د جنګلک فابریکې د لوټولو او ړنګولو او د ټولو فرهنګي ارزښتونو د پو پنا کولو ، په تېره خو د ملي پوځ او پولیسو له منځه وړلو نه یوازې دودیز توپیرونه سره لږ کړل بلکې ګران هیواد افغانستان یې دمنځنۍ پیړۍ تر ټکه ور ورساوه .
له دې یادونې مې مطلب دادی چې ډیر سیاستوال د کابل په ښار کې اوسیدل او د ښاري ژوند تر اغېزې لاندې وو؛ له کلیوالي ژونده یې رښتینی او بشپړ مالومات نه درلودل په تېره خو د کلیوالو خلکو له روحې او دودیز ژوند څخه په بشپړه توګه بې خبره وو د دوی غملړلي مادي او فرهنګي نیستي یې هېڅ په پام کې نه وه نیولي . روڼاندو ښایې د ښه نیت او لورونې له مخې وي بې خبره له دې چې خلک د خپل ناوړه ژوند د خلاصون لپاره په خپله مبارزه وکړي او د مبارزې لارښوونکي له خپل منځ څخه وټاکي ؛ وچ په وچه او په خپل سر یې ځانونه ددوی استازي ګڼل؛غوښتل یې داسکیرلي اوکرغیړن ژوند څخه د خلاصون لپاره د دوی په ګټه مبارزه وکړي . یانې ښاري روڼاندو په خپل سر او په خپله خوښه هم ځانونه د دوی استازي ګڼل، هم یې د دوی په ځای مبارزه کوله او هم یې ځانونه د دوی لارښوونکي بلل . پداسې حال کې چې ولسي خلکو دودیز لارښوونکي (ملایان او ملکان) درلودل او د پیړیو په اوږدو کې یې یو پر بل باور او ډاډ پیدا کړی و. سیمه ییزو ملایانو او ملکانو د خپلو ځنډنو تجربو له مخې کولای شول چې د ټولنې د ښې پېژندګلوۍ له کبله خپلې غوښتنې او بدلونونه په ډیره اسانۍ د څښتن تعالی اوپيغمبر په نوم پرې ومني . همدارنګه په هر ډول کړو وړو کې چې د دوی ځانګړي ګټه نه وه هغه یې د کفر او بې دینۍ په نوم تبلیغ او سیمه ییز خلک یې په خپله ګټه اړدوړ او جنګ جګړې ته هڅول چې په دې ډول یې له خړو اوبو څخه کبان نیول .
تاریخي تجربې د دغې رښتیا ویاندوی دي چې کله په سیاست کې ملي دودونه او د افغانستان د خلکودیني عقیدې د دوی له هوښیارۍ سره سمې په پام کې نیول شوي دي، د ملایانو او سیمه ییزو مشرانو په سلا قوانین، تګ لارې او پلانونه ګام په ګام کارول شوي دي؛ بریالیتوبونه یې زیات دي . خو که په سیاست کې دغو شیانو ته ژوره پاملرنه؛ نه ده شوي په بړګندۍ او چټکه توګه پیل شوي دي ارومرو وروسته پاتې دودیز پالو د باندنیو په لمسون ټولنیز مخالفتونه او عمومي اخ و ډب راپارولی دی چې په نتېجه کې یې د هیواد حالات لا بد او غملړي کړي دي .
په دودیزپالو او وروسته پاتې کسانو باندې د زیاتې اغېزې یو بل لامل دا هم دی چې دوی هره ورځ له خلکو سره په دیره، جومات، تکیاځای، جرګو او قومي ټولنو کې مخامخ کیني خپلې ټولې خبرې د دوی په سیمه ییزه ژبه له دین څخه د ملاتړ په پوښ کې او خپل مخالفان د بې دینۍ په تور په ګوته او خپل تبلیغات په ویېز، سیده او پرله پسې ډول د دوی په ماغزو کې ورپیچکاري کوي . خو په ښارونو کې هستوګن سیاستوال خلکو ته خپل پیغامونه په لیکلي توګه ورلیږي چې له یوې خوا د سړکونو او لارو د خرابۍ او نه شتوالي او د ټرانسپورټ د لږوالي له کبله په ټول هیواد کې ټولو خلکو او کلیو ،بانډو ته نه رسیږي او له بلې خوا د څه ناڅّه عمومي بیسوادۍ له کبله ګټوره اغېزه نه شي پرې شیندلی . دا ځکه چې د افغانستان په څېر په نه لوستي ټولنه کې په سیمه ییزه ژبه مخامخ او دلیدنو، کتنوله لارې خبرې ډیرې ګټورې او اغېزناکې وي .
یوه بله خبره چې باید په ژوره توګه په پام کې ونیول شي په افغانستان کې د ګڼ شمېره قومونو اوسیدل دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې ملي خواشینۍ او خوشالۍ سره ګډې دي، په یوه لاس، یوه خوله او یوه غږ یې د خپلې خپلواکۍ ، د خاورې بشپړتیااو ملي حاکمیت د ساتلو لپاره زیاتې سرښندنې کړي دي . همدارنګه باید ټولو هغو قومونو او خلکو ته چې د خپلو پاسنیو ملي دندو، ملي یووالي، ملي قوانینو او ملي حاکمیت درناوی کوي ، یو ډول او په بې توپیره ډول په درنه سترګه وکتل شي .
",څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول _ شپاړسمه برخه
2176,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",څو سياسي خبري اودافغانستان ودانول - اولسمه برخه
2177,,"
کتابونه دريابونه
د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا خپاره شوي ١٦ ټوکه کتابونه او د ښکلا مجلې دوې پرله پسې ګڼي د لمبې مجلې کال ګڼه ، د ميوند مجلې پرله پسې لسمه ګڼه او نوې هوسۍ د بېنوا فرهنګي ټولني د اروپا ، انګلستان او امريکاڅانګو ته رسيدلي دي .
مينه وال يې کولای شې له نوموړو څانګو سره اړيکي ټينګي کړي .
دډيرو مالوماتو لپاره داکرښه کښېکاږئ ! ",مجلې او کتابونه
2178,,"
دداستانونه پنځمه ګڼه چاپ شوه
له کابل څخه د خپريدونکې دوه مياشتنۍ مجلې ، داستانونه ،د دوهمې دورې پنځمه ګڼه چاپ شوې ده . دا ګڼه پوليسي کيسو ته ځانګړې شوې ده .دا ښايي په پښتو ژبه لومړنۍ داسې مجله وي چې د پوليسو کيسو لپاره ځانګړې مجله خپروي . د داستانونو په دغې ګڼې کې د پوليسو کيسو پر تکنيک او فني اړخ يوه اوږده سريزه هم کښل شوې ده . د انګليسي ، فرانسوي او جرمني ژبو څخه پکې ژباړې هم شته .
د داستانونو له وېبپاڼې څخه دغه مجله ترلاسه کولای شي
www.dastanona.com
",داستانونه
2179,محمدشفيق حقپال,"
نوم : د هيلو غوټۍ
شاعر : محمد شفيق حقپال
چاپ ځاى : دجيهون مطبعه
چاپ شمير : ٥٠٠ ټوکه
چاپ کال : ۱۳۸۳ - لمريز كال
ديزاين : ميوند هروى
تر اوسه کومي کتاب پلورنځۍ ددې کتاب د پلورلو په اړه خبر نه دی راليږلی !
(بېنوا ويبپاڼه )
",د هيلو غوټۍ
2180,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول - اتلسمه برخه
2181,,"
٢٠ د کب ١٣٨٣
د افغانستان په ختېځ ولايت لغمان کې کډوالو ته د مځکې د وېشلو پر سر د وسله والي نښتې په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي دي.
د سرخکانو په سېمه کې مېشت کوچيان ادعا کوي چې چارواکي دا سېمه چې د دوي دڅارو څړ ځايونه دي، خپلو نږدې خلکو باندې وېشل غواړي.
خو چارواکي واي چې دوه مياشتي وړاندي يې کوچيانو ته په دې اړه خبر ورکړي و چې دغه مځکي به ستنېدونکو کډوالو ته ور و وېشي. ",د لغمان چارواکي هڅه کوي چې کوچيان د څړ ځايونو څخه بې برخې کړي
2182,,"
٢٠ د کب ١٣٨٣
پرون د هسپانيې په پلازمېنه مادريدکې د ترهګرۍ او دموکراسۍ په هکله نړيوال کنفرانس پرانېستل شو.
په دغه کنفرانس کې د نړۍ ديو شمېر هيوادو ولسمشرانو او دځېنو نړيوالو مسولېنو ګډون کړي.
ډېر برخه وال په دې فکر دي چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې بايد يواځې د زور څخه کار وانخستل شي بلکې په نورو سياسي او سوله ايزه لارو چارو هم غور کول په کار دي.
د حامد کرزي په مشرۍ افغاني پلاوي هيله لري چې په کنفرانس کې به د افغانستان په ستونزو هم خبرې اترې وشي. ",د هسپانيې په پلازمېنه مادريد کې د ترهګرۍ او دموکراسۍ په اړه نړيوال کنفرانس
2183,هدايت الله هدايت - استراليا,"
هدايت الله هدايت - استراليا ٢٢ - اپرېل ٢٠٠٥
د آسيا ـ آفريقا دهېوادونو د سرمشريزي دوهمه غونډه د يوسلو پنځوسو نه زياتو هېوادونو د مشرانو په ګډون نن داندونيزيا په پايتخت جاکارتا کې جوړېږي . دغه سرمشريزه غونډه د آسيايي او افريقايي هېوادو د هغي لومړنۍ غونډي ياد را تازه کوي کوم چې پنځوس کاله پخوا ياني په کال ١٩٥٥ کې د بادونګ د کنفرانس په نامه داندونيزيا په باندونګ کې جوړه او د نا پېيلو او پر مخ تلونکي هېوادو بڼسټ يې کښېښود. دا هېوادونه بيا را وروسته په دريمي نړۍ هم و نومول سوه . دباندونګ په لومړي کنفرانس کې د ٢٩هېوادونو، دولتونو، د زرو نه زيات او د دېرشو داستعمار ضد جنبشو نو استازو ګډون کړی وو.
اوسنۍ سرمشريزه به د اپريل پر٢٤ مه نېټه د باندونګ دکنفرانس پنځوسمه کاليزه چې د ناپېيلو هېوادو دجنبښ تاداو يې د باندونګ په ښار کې ايښی وو لما نځنه وکړي.
په غالب ګمان به و ډېرو ځوانانو ته چې د سړې جګړې په دوران کې ( ١٩٨٩ _١٩٤٩) اويا دامريکا د امپراتورۍ دجوړېدو په درشل کې زېږېدلي دي د باندونګ کلمه دغه داندونيزيا دجاوا ښايسته تفريح ځاي، شايد کومه ځانګړې مانا و نلري . خوډېرو ته چې دنړۍ ددې نيمي پېړۍ تاريخي پېښي يې تر سترګو تيري سوی دي دغه نوم ډېري ماناوي لرلاې سي او په يوه ډول ورته ديوې ځانګړي دورې ځانګړتياوي بيانوي . يعني داستعمار د ختمېدو دوره، د يوې واقعې جګړې نه بغير دامپراتوريو پر شا کول او ديوې نوي نړۍ دبيا را زېږولو دامکاناتو را سپړل .
دباندونګ تاريخي کنفرانس په هماغه لومړنيو شيېبو کې د زياترو آسيايي او افريقايي هېوداو په مابين کې د يووالي خبره د يوې بېخکي غوښتني په حيث راپورته کړه . دمځکې ددغه تره ټل سوي هېوادونو خلګ په دې تمه نه وو چې ګني ځانته به جنت جوړه وي اويا دي دنورو نه د انتقام اخيستلو خيال ولري . خو ډېر په دې باور وه چې دباندونګ کنفرانس غړي هېوادونه به و کولاي شي چې ددو ځبر ځواکو ( پخواني شوروي اتحاد او امريکا) په مابين کې به د يوه دريم ځواک په څېر سر را پورته کړي .
اوس چې څوک شا ته ګوري نوپه رشتيا هم د تيري نيمي پيړۍ راهيسي د ددريمي نړۍ نه درک چې د باندنګ د ډېرشانداره تشريفاتو سره مله وه خپلي ډېري ځلاوي يي دلاسه ورکړېدي . ډېرهېوادونه د نوميدی سره مخامخ سوه، ډېر توهمات له مينځه وﻻړل او ډېراټکلونه د تاريخ په جريان کې تر سوال لاندي راغلل . د دريمي نړۍ هېوادونه خپلي ستونزي لکه لوږه، وروسته پاتي والی او پاشلتياوي حل نکړاي شوې . سوسياليستي تجربې په استوائي ديکټاټورۍ او د پانګه والي تجربې بيا په جهان شموله فساد باندي بدلون و موند . او دا جنبش ددې ځبر ځواکونو د ﻻسوهنو په وجه د ماتي سره مخامخ سو.
دنړی انسانان چې اوس وروانو حالتو ته ګوري نو دا باور پيدا کوي چې هغه هڅي چې په باندونګ کې را پيل سوي وې هغه به د يوې هېري سوي او بې بنسټه خاطرې په توګه ونه ګڼل سي . لکه څنګه چې دباستيل د زندان تسخيرپه لمړي سر کې ديوې امپراتورۍ خښته کښېښودله او د حاکميت د بيارغوني، جګړې او په پاې کې پر جمهوريت ختمه سوه .
د نړۍ په او سني تک قطبي نظام کې به هم شايد ډېر دا سوچ وکړي چې خامخا به يو وخت راسېدونکی وي څو ډېر نور داسي باندونګونه راو زېږول سي .
",په اندونيزيا کي د اسيا او افريقا د سرمشريزي دوهمه غونډه
2184,,"
١٣٨٣ د کب ٢١
کابل : ځينې خبري اژانسونه خبر ورکوي چې د افغانستان لپاره د ولسمشر بوش ځانگړى استازى او د متحدو ايالاتو سفير زلمى خليل زاد له افغانستان څخه بدل شوى او اوس به په عراق کې د متحدو ايالاتو سفير وي .
د دې خبرې پخلى لا تر اوسه واشنگټن نه دى کړى خو خبري اژانسونه له ډيرو باخيرو سرچينو څخه په تاييد ټينگار کوي چې دا کار شوى دى .
زلمى خليل زاد د ډيرو په گومان په افغانستان کې تر خپل صلاحيت هم ډير فعاله و . د ځينو په گومان د ښاغلي خليلزاد همدې چال چلند خپله ولسمشر کرزي ته هم سرخوږى جوړ کړى و .
",خليل زاد په عراق کې سفير شو
2185,خالدهادي,"
ښاغلی ګل آغا احمدي وردك په ۱۳۴۵ هجري لمريز ( ١٩٦٦ ز ) كال د وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى دی
ښاغلی ګل آغا احمدي وردك په ۱۳۴۵ هجري لمريز ( ١٩٦٦ ز ) كال د وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى دی .
لومړنۍ او ابتدايي زده كړې يې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور ډاکټر بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ۱۳۵۱ هجري لمريز كال په سيمه كې د ګوربت منځنۍ ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولګي پورې يې خپلې زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې په آتم ټولګي كې و د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.
د ۱۳۶۲ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پيښور ته مهاجر او تر دولسم ټولګي پورې يې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال په پيښور كې د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه يې فراغت حاصل او د وو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردګو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې ګامونه پورته كړي چې په دې لړكې په سيمه كې د ګټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردګو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالی شو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردګو كې د ګوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توګه يادولى شو.
په ۱۳۷۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۷۳ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانګه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شو.
په همدې توګه په ۱۳۸۲ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانګه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شو.
په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته يې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توګه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لري .
په همدې توګه يې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنګي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم ګډون كړى دی چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو.
د ليكنې ډګرته يې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۱ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې يې د پښتو شعر پنځه ټولګې برابرې كړې .
نوموړي د خپلو اثارو په اړه وويل :
لومړى ټولګه مې د ارمانجن په نامه په پيښور كې د دانش د خپرونديې موسسې له خوا زما په خپل شخصي لګښت چاپ شوې او زما د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ۱۵ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي.
د شعر څو بېلګي :
ساقي
ستا د مينې په زانګو كې زه ماشوم واى زنګيدلاى
تا للو للو كولاى زه مسكى مسكى كيدلاى
چې د خيال وړې منګولې مې واى ډكې ستا له زلفو
ستا د سرو شونډو انوارو زما شونډې ښكلولاى
يو رنګين تصوير پوښلى د ټالونو هر بهير واى
تا زما سترګې كتلاى ما د تا سترګې كتلاى
په بنډار د محبت مو د خوښۍ خيمه واى پلنه
ما وړې غاړې كولاى تا جار جار راته ويلاى
د ډيوو كالي پوښلي ترنم واى ستا سپيڅلي
ما پخپله وړه ژبه هم د خداى صفت كولاى
په هر ګوټ د ښكلولو كې دې داسې ساقي ناست واى
ته بيداره راته ناسته زه د خوب نړۍ ته تللاى
د ګوربت افق
د ګربت په سپين افق كې راته ښكاري رڼاګانې
بيا د هيلو په منګولو كې د مينې ورشوګانې
د سهار په روڼ محل كې نندارې ته راوتلې
سپين پړوني يې په سر دي په سرو شونډو اداګانې
په لاسو كې ريمالونه كله يوه خوا كله بله
رپوي يې په چمونو كړي اميد ته نڅاګانې
د سبا رباب ته مستې اړوي د زلفو ولونه
په ليمو باندې يې ښكاري لپې لپې خنداګانې
يوه سندره يې په خوله ده داسې وايې ښايستوكې
تل به نه وي تورتمونه تل به نه وي ژړاګانې
رښتيا زيرى مو درباندې د تورتم منتر چپه شو
احمدي بيا به دې ښكل كړي د يووالي ځلاګانې
يوه شيبه
ځنې تاو كاندي لاسونه ځنې واخلي څو مچكې
فلك ګرد ورته تاويږي ورته و كاندي چكچكې
د ښكلا درياب ته ټوپ كړي او په خوند وهي لاسونه
وايي راشه زما خوا ته اى د مينې ګل غنچكې
د ژوندون د بدن غړي او حواس يې شي په دې خوا
په تورسترګې پسې ګرزي طى كوي غرونه او ځمكې
د زيارت لمنه نيسي دلاسا منجوران كړي
مچوي د پير لاسونه دعا غواړي له ادكې
چې كه يوار په لاس ورشي لاس يې و نيسي په لاس كې
خوږ شربت له شونډو واخلي د نشې په يوه څمڅه كې
ځان به داسې ښايسته كړي چې يوازې دا ده ښكلې
وايي راشه ځوانيمرګې د خوږو هيلو وياله كې
په همداسې تنكۍ مينه بيا سيلۍ د خزان راشي
رژوي د ژوندون پاڼې رحم نه كړي په حمله كې
د بيلتون په لاره درومي لاس را تاو له بل جانان كړي
احمدي داسې دنيا ده ما ليدلې يوه شيبه كې
افغان زلمى
كه مې د زاڼو ټولګى را نه ووست بهار به نه يم
كه مې رڼا ته غيږه ورنكړه سهار به نه يم
كه مې د ګلو په ډولۍ باندې لاس وا نه ړول
كه مې ګيډۍ ګيډۍ غنچې نه كړه ګلزار به نه يم
كه مې د بڼ په سر هوار نه كړل زرغون پړوني
كه لوړ له ټولو ښكلو نه شومه چنار به نه يم
كه د نڅا په پلوشوكې مې ګلشن نه شو پټ
كه مې سندرې پرې خورې نه كړې سيتار به نه يم
كه مې د سولې اشرفۍ ورته ډالۍ نه كړله
كه يې له غاړې نه راتاو نه شومه هار به نه يم
كه د تورتم تخمونه ورك ما له دې خاورې نه كړه
افغان زلمى احمدي زه د دې ديار به نه يم
سباوون
لمر چې غيږ كې نړۍ ونيسي سهار شي
طلايي فرش پرې د وړانګو راهوار شي
نوى يون شي د ګلزار په پګړۍ پورې
د بلبلو د سندرو شرنګهار شي
ښكلې وړانګې ځي د پرخې تر څنګ كښيني
په عطري جامه كې غيږ په غيږ دلدار شي
يو بدن او يوه نغمه شي دواړه درومي
ګل يې لاس تر لاس نيولى د بڼ هار شي
نوې هيلې د مستۍ جامونه نوش كړي
ور روانې د ښكلا په لاله زار شي
نوې ورځ، نوې دنيا، نوى موسم شي
نوې سيمه، نوې ځمكه، نوى ښار شي
د تورتم په سينه سپنې وړانګې پورته
احمدي سباوون ستا د مينې يار شي
كامياب
خدايه ستا د رحمتونو له ساقي نه شراب غواړو
يو آرامه ژوند د سولې د قانون په كتاب غواړو
د خلاصون ساحل ته لاره را په ګوته كړې خاونده
موږ پناه د بيلتانه له سوزيدونكي سراب غواړو
چې نه مرګ، نه ځوريدنه، نه لمبې وي د كارتوسو
ددې لوى تورتم په پاى كې ځليدونكى آفتاب غواړو
د خزان توره كمپله مو له بڼ څخه وي ټوله
نور د هيلو په ګلزار كې پاچاهي د ګلاب غواړو
وركه شوې آبادي راته مينده پخپل ديار شي
يو سپيڅلى هاند ددې لارې سرلوړى كامياب غواړو
د ظلمت بتان چپه وي د عبرت په پښو كې رغړي
د كږو لارو وحشت ته ستا له لوري عذاب غواړو
مرور
لدې كلې مرور يم له جونګړو مرور يم
د بيلتون د كږو لارو له وګړو مروريم
د وياړونو په ښكلا باندې يې توره بلا ګډه
تش په نوم باندې ژوندي له داسې مړو مروريم
مظلومان دي ترهولي بدماشۍ د ښامارانو
له زهري زهري مارانو او سخت زړو مرور يم
د تالان په مردكو يې آبادي راته ويشتلې
زه د چور له صاحبانو او له پړو مرور يم
له تورتمه پناه غواړم د رڼا د څرك په لوري
له درواغو، چل او فريب او له ناوړو مرور يم
دا سپيره ګلزار به بيا رنګين خالونه پر مخ كښيږدي
احمدي نور له غميزو، له خپړو مررو يم
",ګل اغااحمدي
2186,ګل اغا احمدي وردګ,"
د آرمان غونډۍ
ځوښ د مينې مې د زړه د هر يوه رګ په جريان راغى
په ټټر چې شرنګيدونكى د پاوليو كاروان راغى
سرخي كښيناسته د هيلو د غوټيو په سرونو
چې يې خوا ته بيا د وصل له آسمانه باران راغى
غيږ په غيږ شول اميدونه له ډيوو سره خوښۍ كې
په خندا خندا د سپين سهار سپيڅلى جانان راغى
له بدن يې كړې را تاو نرمې منګولې د رڼاوو
د بيلتون تورو بلاوو ته خطر د فقدان راغى
سره ګلان د پيوستون يې په وربل خښ وو بې شميره
د موسكا راز يې رخسار ته په هر ټا كې مهمان راغى
احمدي يې تر لاس و نيو د ښكلاوو يوه بهير ته
چې د لمر څرك يې راخور بيا په غونډۍ د آرمان راغى
",دارمان غونډۍ
2187,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
دولت او چارواکي
په هیواد کې د ملی سوکاله ژوند د برابرولو لپاره د خلکو اړینه دنده داده چې په قانوني توګه دولت جوړ کړي. د دولت ډیره ستره او اړینه دنده داده چې د خپل هیواد کورنی او باندنی امنیت ټېنګ ګړي ځکه چې د کورني او باندني امنیت ټېنګول په ټولنه کې د نورو خدمتونو او سوله ییزو کارونو لپاره لاره پرانیزي او د اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز عدالت پر خوا مخ په وړاندې ځي . خو دولت ددغو ملي دندو د سر ته رسولو لپاره وړ پانګې، کارپوهانو او تکړه تخنیکي کسانو ته اړتیا لري، هر څومره چې د دولت ګټې او بودجه پیاوړي وي په هماغه اندازه دولتي ځواک د ټولنیزو خدمتونو په سر ته رسولو او د پرمختیایې پروژو پر مخ بیولو کې پیاوړی وي . په افغانستان کې د بیلا بیلو کورنیو او باندنیو لاملونو له کبله داسې لاره نه ده اواره شوي چې دولتونه د خلکو په خپلواکه غوښتنه او د ولسواکۍ د اصولو له مخې منځ ته راغلي وای . ځنو ډلو ټپلو لومړی د وسلې په زور دولتي واک ښکیل کړی دی او بیایې د قانوني ښودلو لپاره کوټه جرګې جوړې کړي دي . له دې کبله د دولت او خلکو تر منځ اړیکې د بادار او مریې په ډول وي، دولت د خلکو په وړاندې او خلکو د دولت په وړاندې لکه څنګه چې ښایې قانوني مسولیت نه درلود او دولت چې هر څه غوښتل او هر څه یې چې کولی شول په خلکو باندې یې ورتپل، خلکو هم دولت دستر ځواک په توګه پېژاند او د هرڅه هیله یې ترې درلوده. د خلکو لپاره هغه دولت یا د دولت هغه چارواکی ښه و چې له دوی څخه یې مالیه او پر ګټو باندې د عوایدو ټکس نه اخیست . پداسې حال کې چې د مالیې او نورو ټکسونو ورکول د هر انسان ملي دنده ده ځکه همدغه پیسې دي چې د دولت بودجه جوړ وي او دولت بر لاسی کوي چې دکورني او باندني امنیت د ټینګښت لپاره پوځ او پولیس پیاوړي کړي . د ښوونې او روزنې، اقتصادي او تجارتي .لارو او ډګرونو، دمخابراتو او زراعت، مالدارۍ او نورو پروژو ستونزې اوارې کړي. باید يادونه وشي هر دولت چې له خلکو څخه هر ډول مالیه وانه خلي هغه ښه دولت نه دی خو ددغه ډول مالیې او ټکسونو اخیستل باید د خلکو د ګټو پر اساس عادلانه وي او په دولتي چارو کې ولګیږي . هر هغه دولت چې ونه کړای شي د لګښت او ګټې تر منځ انډول وساتي او لګښت یې تر ګټې زیات وي یا له منل شوو پروژو څخه د باندې لګښت وکړي د هیواد له خلکو سره ظلم او ناروا کوي ؛ دا ډول دولتونه مجبور دي چې دغه توپیر د بې بنسټه پیسو په خپرولو سره جبران ګړي او د انفلاسیون کچه زیاته کړي، کوم چې د ولسي وګړو په اوږو ډیردروند بار دی په تیره خو که چیرې په دولت کې خپل سري واکمنه وي او پیسې په غلطو لارو کې ولګول شي په روڼو سترګو او ښکاره ډول اختلاس بلل کیدای شي .
لکه څنګه چې ښایې په افغانستان کې دولتونه په خپلو دندو کې لکه کورنی او باندنی ډاډه امنیت، پرمختیا او ترقي او د ټولنیز عدالت په ټېنګولو کې بریالي نه وو . دغه نه بریالیتوبونو ډول، ډول کورني او باندني لاملونه درلودل چې کولای شو ځنې یې په لنډ ډول وشمېرو:
- د قانوني سیاسي سیسټم او دولتي نظام د نشتوالي اونه پایښت اودچا په وینا د پرله پسې پاچا ګردیو له کبله .
- د کارپوهانو او تګړه تخنیکي کسانو د کمښت له کبله .
- دکورني او باندني امنیت د نه شتوالي، د افغانستان په کورنیوچاروکې د باندنیو لاسوهنو او د اوږده جنګ د تپلو له امله .
-له دولت سره د ملي ژوند په لاره کې د خلکو مرسته نه کول .
- د قانونیت او د خلکو د حقونو او ازادیو نه مراعات کول .
- په پانګې اچونې، په صناعت او د سوداګرۍ په چارو کې د لږې برخې اخیستنه، له دولت څخه د ټولو چارو په سر ته رسولو او د ستونزو په اوارولو کې زیاته هیله .
- د خلکو د باور راښکلو لپاره هڅې نه کول .
- د چارو په سر ته رسولو کې د دولت کمزوري، په ټولیزه توګه د ارتجاع ډول، ډول او پر له پسې ګډوډۍ او د هر ډول دموکراتیکو پرمختګونو په وړاندې خنډ کیدل.
څرنګه چې د سیاسي کار هدف دولتی واک ته رسیدل دي او دولتي واک هم د وطن او خلکو لپاره د خدمت لار ده . خو لکه څنګه چې وویل شول په افغانستان کې چارواکي ډیره ستونزمنه، پیچلي او درنه وه او ده چې ددغه له مسولیت څخه ډک دروند بار په اوږو وړل ټېنګ هوډ، کلکو ګامونو، نه ستړي کیدونکو هڅو، مخکني اټکل او بې پایه زغم ته اړتیا لري .
",څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول - نولسمه برخه
2188,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول - شلمه برخه
2189,,"
داستانونه وېبپاڼه په نوې بڼه او ګڼو ژبو پر کرښه شوه .
د داستانونو وېبپاڼه تر اوسه يوازې په انګريزي ژبه وه خو سر له ننه ( شنبه ، د کب ٢٢ ) دغه پاڼه په پښتو بڼه پر ليکه شوه .
د دغې نوې وېبپاڼې د بدليدو په باب د پاڼې چلونکو په خپله خبرتيا کې ويلي :
د داستانونو وېبپاڼه خوښه ده چې په نوې بڼه او په ګڼو ژبو پر ليکه کيږي . داستانونه له ١٩٩٩ کال څخه ، چې د دغې دوه مياشتنۍ مجلې د خپريدا له پيلامې سره سمون خوري ، پر ليکه ده . دغه پاڼه يوازې په انګريزي ژبه وه خو اوس وياړو چې نه يوازې يې په پښتو ژبه پر ليکه کوو بلکه نړيوالو ته د خپلو داستاني اثارو د وريېژندلو په نيت يې په انګريزي ، فرانسوي او جرمني ژبو هم وړاندې کوو . دا ښايي د افغاني وېبپاڼو په لنډ تاريخ کې لومړی ځل وي چې په دومره ژبو مطالب خپروي . له همدې ټکي سره دا هم تړلې ده چې نيمګړتياوې به هم پکې خورا ډيرې وي . موږ له تاسو درنو ليدونکو او لوستونکو هيله لرو چې د نيمګړتياو په راښوولو او سمولو کې به ياري راسره کوئ . لطفا په خلاص مټ او ازاد زړۀ خپل نظر راکړئ او په خپلو لارښونو مو ونازوئ .
www.dastanona.com
",نوې پښتو ويبپاڼه
2190,,"
پژواک خبري اژانس
دکندهار ولايت پوليس وايې چې هغه دوې تنې ځوانې نجونى يې له دوتنو تښتوونکوسره يو ځاى دکب په ٢١ نيټه نيولې کومې چې درې ورځې وړاند ې په کابل کې له خپل کوره ، نادرکه شوې وې . دکندهار دامنيت آمر جنرال محمد سالم احساس پژواک خبري آژانس ته دکب په ٢٢مه نيټه وويل : ((پوليسو دجمعې دورځې دسهار په شپږو بجو دوه کسان له دغو نجونو سره ونيول .)) دغه دوه خويندې ١٨ کلنه نسرين او ١٤ کلنه نسيمه دکب په ١٨ مه نېټه دماښام دشپږو بجو شاو خواکې دخير خانې دپروژه جديدپه سيمه کې له خپل کوره ، نا درکه شو ې وې . هغه مهال ددوى مور سيما ويلي وو، چې لوڼې يې هغه وخت ورکې شوې چې دخپل انګړ په منځ کې يې له لاسې بمبې اوبه راوړلې . سيما دخپلو لوڼو ورکېدل تښتونه بللې وه خود کا بل د١١ امنيتي حوزې جنايي آمر ويلي وو چې ، پيښه دزور له مخې منځ ته نه ده را غلې . هغه مهال تښتونکي نه وو مالو م خو او س دکندهار دامنيت آمر وايي چې له دوى سره يې د حشمت الله او ا حمد ضياپه نومونو دوه ځوانان نيول دي . داحساس په وينا دغه ځوانان دهرات اډې ته نژدې، دکندهار ښارددريمې ناحيې دکابل دروازې په سيمه کې نيول شوي دي ، دوى په داسې حال کې چې غوښتل يې د ايران په لور حرکت وکړي د پوليسو له خوا ونيول شول او اوس تر څيړنې لاندې دي . احساس دغه کسان تښتوونکي ونه بلل هغه زياته کړه : (( نجونه په خپله خوښه راغلې وې . )) . دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي د فتر هم ددې کسانو دنيول کيدو پخلى وکړ ا و زياته يې کړه چې ژرترژره به کابل ته د نورو تحقيقاتو لپاره راوليږدول شي .
",په کابل کي دوې ورکي شوي خويندي پيدا شوې
2191,,"
پژواک خبري اژانس
د پاکستان څخه په خپله خوښه دبيرته راستنيدونکو کډوالو دپروګرام له مخې چې د کب پر ١٧ مه پيل شوى، تر اوسه څه دپاسه ٩٠ کورنۍ هيواد ته راستنې شوې دي .دپاکستان دڅلوروواړوايالتونوڅخه دچمن اوتورخم دلارې دافغان کډوالوستنېدنه تر يوې اوږدې مودې ځنډ وروسته دکب په اولسمه بيا پيل شوه .په پېښور کې دملګرو ملتونو د کډوالو دادارې UNHCR يوتن کارکونکى حارث خان پژواک خبري آژانس ته وويل چې په اولوڅلوروورځوکې دکډوالوڅه کم سل کورنۍ ددوی په مالي مرسته خپل هيوادته ستنې شوي دي چې دغړوشمېره يې ددرې نيم سووپه شااوخواکې وه-حارث خان پدې اړه چې ديو اين ايچ سي آر له لارې په خپله خوښه دستنيدو لپاره، يو افغان کډوال بايد څه وکړي وويل : (( د اپه دې منحصره ده چې کډوال چېرته اوسيږي که په کمپ کې اوسيږي نو بايد دکمپ دقوماندان ته دخپلې کورنۍ دغړوليست ورکړي .))ده وويل چې دبيرته ستنيدو پر مهال ددوى لپاره په جوړ شوي مرکز کې دهغوی سترګې معاينه کيږي چې دغه تن خو مخکې نه مرستې نه دي حاصلې کړې کله چې اطمينان ترلاسه کړي بيا ورته دمرستو سره اجازه ورکول کيږي چې لاړ شي.د افغانستان دننګرهارولايت دښېوې اولسوالۍ اوسيدونکی ميرافغان چې شل کاله وړاندې پېښورته مهاجرشوى او د ناصرباغ په کيمپ کې يې شپې سبا کولې. دبيرته ستنيدو پر مهال دUNHCR دسترګودمعاينې په مرکز کې پژواک خبري آژانس ته وويل : (((شل کاله مخکې چې وطن ته روسان راغلي وونومونږه پاکستان ته هجرت وکړو اوس موپه وطن کې هيلې پيداشوي نوبيرته روان يو.))نوموړى چې دواده پرته په پاکستان کې په تېروشلوکلونوکې څه ګټلي ووهغه ټول دومره وو چې په يوه دوه سېټه ډاټسنه کې يې په داسې حال کې بار کړي وو چې د يوه يې مېرمن اواوه اولادونه يې هم وسره وو.دډاټسن مخې ته دمېرافغان څوماشومان هم ولاړوو چې يوه يې ځان دعصمت الله په نوم معرفي کړ-اته کلن عصمت الله چې دناصر باغ کيمپ ديو مکتب په دريم ټولګي کې زده کړه کوله او په وړومبي ځل خپل هېواد افغانستان ته روان و، پژواک ته وويل :((دلته زمونږ مکتب ډېرښه وو.))دکډوالو دبيرته راستنيدو دپروګرام دسست والي په هکله حارث خان وايى چې ګڼو کډوالو ته دا مالومات نشته چې دبيرته ستنېدنې پروسه بياپيل شوې ده،نوځکه خلک په کم تعدادکې بيرته ستنېږي.دغه راز دUNHCRدپېښوردفتردمعلوماتودبرخې يوې مسئولې، ډاکټرې ساشا په کم شمير دکډوالو دبيرته ستنيدو په هکله وويل چې هلته هواسړه اولارې بندې دي . دې زياته کړه : ((مونږهيله مند يوچې په راتلونکوڅومياشتوکې به دغه پروسه نوره هم ګړندۍ شي.))کوم کډوال چې له پاکستان نه دتورخم په لار افغانستان ته ستنيږي هغوى سره دمرستو په هکله ډاکټرساشاوايې چې يوکډوال که دافغانستان لرې يا نژدې سيمې ته ځي کم ترکمه درى اوزيات نه زيات څلوردېرش ډالره ورته ورکول کيږي. ددې سره دخوراکې موادوپه ځای دسړې په سردوی ته دولس ډالره نورهم ورکوو .دUNHCR، پاکستان اوافغانستان تر منځ په بروکسل کې دشوي درى اړخيزه تړون ترمخه په پاکستان کې اوسيدونکي افغان کډوال بايدد۲۰۰۶م کال تر مارچ مياشتې پورې بيرته هيوادته وګرځي . داپه داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۴م کال کې درې سوه اواتيازره افغان کډوال دپاکستان نه هيوادته شوي وو اودروان ميلادي کال له پاره UNHCRاټکل کوي چې څلورسوه زره افغان کډوال به هيوادته وګرځي ،خودکارپوهانوپه وينااټکل کيږي چې دټاکل شوې نېټې وروسته به هم يوزيات شمېرافغانان په پاکستان کې پاتې وي
",هيواد ته د راستنېدونکو کډؤالو بهير
2192,,"
پژواک خبري اژانس
دزابل ولايت د شاه جوى په ولسوالۍ کې دکب پر٢٠مه نيټه په يوه نښته کې ددغه ولايت دارغنداب ولسوال او دهغه دوه تنه ساتونکي ي ټپيان شوي دي.دسېمې يو تن اوسيدونکي علي محمد چې دکب د٢١ پر ماښام کندهار ښار ته راغلى و، پژواک خبري آژانس ته وويل چې دارغنداب دولسوال قيوم خان شخصې دښمني درلوده او مخالفينو يې ورته کمين نيولى و. ده زياته کړه : (( ولسوال دڅه کار لپاره شاه جوى ولسوالۍ ته روان و، چې په لاره کې پرې بريد وشو.))دزابل ولايت دامنيت آمر جيلاني خان پژواک خبري آژانس ته وويل چې په نښته کې دارغنداب ولسوال او دهغه دوه تنه ملګرو سره دوه تنه عام خلک هم ټپيان شوي دي.ده وويل چې ټول ټپيان دغزني ولايت روغتون ته انتقال شوي دي.کله چې په دې اړه دکورنيو چارو له وزارت سره رابطه وشوه نو هغوى په دې هکله ناخبرۍ څرګندکړه.
",د زابل ولايت په شاجوی کي نښتي شوي دي
2193,سعيد لودين - کاناډآ,"
غزل
راځــــــه اغــــــــــزي سو له رقيبه خپله لاره ساتو
دا مسافره د وصال شپه له سهــــــاره ســـــــــــاتو
دلته ټول خلک مطلبي دي لېوني غــــوندي دي
ريښتنۍ مينه به د کلي له دې ښـــــاره ســـــــــاتو
نه چي ريښتياهم دېوالونه اورېــدلای سي اوس
د زړه کيسه به د غليم له پټ ريبــــاره ســـــــــــاتو
زه يې ماڼو يم تې ساحل زمــــــوږ دخوبو د بېړۍ
ځه چي له اوښکو په موجـــــــوکې له ګزاره ساتو
نن څوارلسمه ده چي مــــوږ بې اوره شپې تېروو
ستا په شان ښکلي په اسمـان کي له غباره ساتو
نن کې تور مخي د سپين مخو په شان ولمانځله
مـــوږ يې سبـــا تـــــه د اصلي شکل هنداره ساتو
مــــوږ پـــــــه سرونو قسم کړی چوپېدلای نه سو
منصــــوري چيغــــــه به سعيده آن تر داره ساتو
",غــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
2194,,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول - يوېشتمه برخه
2195,محمود نظري--لندن,"
نا دردردرنا
سپين چرګ د تور سپي سره چې دواړه د ساز او موسيقي شوقيان هم وه يو ځای ژوند کاوه او کله کله به يې يوه يوه غبرګه زمزمه هم سره کوله.
چې کاروبار ودريد، دواړو يو موټي شوه او يو ګوند يې جوړکړ او په ټاکونو کي د وينا لپاره مخ په کليو او بانډو شوه. سپي چرګ ته د درناوي په خاطر ډم او چرک بيا سپي ته جاز بانډ وايه!
د سپين چرګ چې ډيری هندۍ غزلي يې زده وې د هو هو ( اذان) پر ځای به يې يوه هندي سندره له خولې راوته، خو اوس يې چې ګوند درلود دا يې خپل رسالت ګڼۍ چي په خپله ژبه هو هو وکړی،ده اوريدلي وه چي چرګان بايد سپيدې مهال هو هو وکړی. خو دی خپله اوس د دي کار مخالف وو، ځکه په خپلو ويناو کي وايي:
که مو زه وټاکلم زه د سپېدې مهال هو هو بندوم!
مالوم به شي!. ګرده همدا وايي.
د کلي په لياره کي پر دوی شپه شوه. سپي چرګ ته وويل:
زه لږ کار لرم ته وني ته وخيژه تر څو چي زه راځم کرار کښينه ګوره چي هو هو ونه کړې ځګه شپه ده چي ويده چغاﻻن را ويښ نه نشي.
چرګ د وني په لوړو شاخو کي وګرځيد راوګرځيد، څوارلسمي سپوږمۍ ته يې په ځير ځير وکتل، تازه هوا وه، نرۍ وږمه چليده، د ونو د پاڼورپيدل خورا خوند ورکړ شاعرانه احساس يې پيدا کړ . ځان يې ببر، غاړه اوږده او مشوکه يې کږه کړه يو ﻻ س يې غوږ ته ونيوۍ د زړه له اخلاصه يې نارې کړه:
او يه قربان هو هو......
ږغ يې چي له پلاره پلاره ښه وو انګازې جوړي کړی:
او يه قربان... يه قر...
هلته نژدې يوه ګيدړه چي هغه هم د ساز او موسيقي ګرګي وه راکښينسته، غوږونه يې بوڅ او غوږ يې ونيوه، په نيمه شپه کې يې بيرمي واوريده، څه خپه غوندي شوه، سر يې وښوراوه، سترګې يې ومښلې، له ځايه پورته او د ږغ خوا ته روانه شوه.
په ونه کې يې تک سپين چاغ چرګ ولېد، بدن يې په ريږديدو شو، نو د وني ﻻندی په دوو ګوتو ودريده يو ﻻس يې پر ملا او بل يې پرغوږ ونيوی او په زوره يې نارې ګړه:
نا دردردرنا، نا در در درنا، نادردردرنا
سبحان الله څه ښه ږغ لرې! خو کرج لږ درنه خطا کيږی يو بل عيب دی دا دی چي په وخت يې نه دی درته مالوم. بيرمی سري ماښام او نيمه شپه بيا د اسا وخت دی!
خير دا کوچني شيان دي.
راځه خدای دي راوله زموږ دسترګو توره سندربوله!
چرګ هم له ونی را تا شو او روغبړ يې سره وکړ
ګيدړی په خپلو وچو شونډو ژبه تيره کړه او ويې ويل:
قدم په ليمو!د تاسو غوندی هنرمندانو بايد قدر وشی !
ډير ښه اواز لری، خو لږ رياضت غواړی! او بل دا چې اسا کرار کرار ويل کيږی داسی چې چا ته شکر خوب ورولی:
داسی: او قربان خدای دی راوله هنرمنده ياره!
چرګ هم تکرار کړه: يا قربان هو هو هو
ګيدړی ورته وويل: خدای دی تا نه قربان وی ما ته ووايه:
ته قربان هو هو
د چرګ د هوهو سره ګيدړۍ په خوند خوند غړۍ واهله او ويل يې:
نا دردردرنا! واه واه مايکل جکسن دی له ته جار شی!
ګيدړی په غلچکی ډول د يخوا هاوا وکتل او له چرګ نه يې وپوښتل:
رښتيا له چا سره راغلی يې؟
چرګ ورته وويل:
دجاز بانډ سره!
ګيدړی ﻻس اسمان ته ونيوی او شکر يې وکړ. او له ځان سره يې ورو وويل:
چې خدای سربسته بانډ چا ته ورکوی بيا نه وايي د چا زوی يې.
بيا يې يو منګی چې هلته پروت وو چپه کيښود اونغمه يې ور سره پيل کړه
چرګ ورسره نارې کړه:
هو هو کاشکي خپل له ياره سره تللی په سفر وای!
ګيدړی په لورينی ورته وويل:
يا دا د ارمان غزله اوس مه وايه اشتياه خرابوی يوه بيرمی ووايه؟
چرګ ورته په حيرانۍ وويل:
تا ويل دا وخت د اسا دی!
ګيدړی په کيشميشی خندا ورته وويل:
هغه وخت ته په ونه کې وې اوس چې راکوز شوی يې توپير نه لری که بيرمی وی که ټوری!
چرګ ناری کړه: دم دم ديګا ديګا....
ګيدړی ورسره ناری کړه: نا دردردرنا! يو سوړ اسويلی يې وکيښ او ويې ويل: اشابوسلې دی له تا جار شی. بيا يې له سترګو له کونجو هاخوا ديخوا وکتل او له ځان سره يې وويل:
دا بانډ څومره وځنډيد او په زوره يې نارې کره:
دو ، لا، سو ،مو ...(لويديز راګ)
سپی له ليری دا لويديز راګ واوريد خوند يې ورکړ نو د ونی خوا ته په منډه شو هلته يې ګيدړه وليده په پوټو سترګو د منګی سره راګ وايي:
دو ، لا، سی ،مو ...(لويديز راګ)
سپی ورته مخا مخ کيناست او دتون سره سم په خوند خوند ورته په کوړنجيدوشو، خو نه ورسره سميده.
ګيدړی د بی سوره کوړنجيدو په اوريدو کرار يوه سترګه خلاصه کړه تور کوټه سپی يې مخی ته ناست وليد وارخطا شو او له ځان سره يې وويل:
تښته زويه!
وغورځيد خو د تښتيدو امکانات يې نه وه نو د کتک نڅاه يې د راګ سره پيل کره:
تک تک ديم تک تک تک ديم او ورسره يې ﻻسونه، پښی او کوناټی خوزول خو د سپی د تندي په ليدو يې د کتک نڅاه په اتڼ واړوله ښی او کيڼی خوا ته يې غړۍ واهله او تاو تاو کيدی اوويل يې :
تا بيا په تور پيکی کي سور ګل ټمبلی دی...
سپی ورو و چرګ ته وويل:
دا هغه مکاره ګيدړه ده چې ما يې نقلونه درته کول!
چرګ ورته ويل : نه دا د موسيقي استاذه ده لويديز راګونه وايي
د دواړو سره شخړه شوه:
ده!
نه ده!
پيل شوه
چرګ ويل: دا زما په ژوند کي لومړی چانس دی چي داسی په لويديز راګو پوه استاذه می موندلې ده. خو ته تل زما ضد وی او يي، په کور کی هم هر وخت تا د ډوډۍ غټی غټی ټوټې را نه ځغلولې خو ما څه نه ويل نور نو بس
سپی چي د ګيدړی مخی ته سپک سپاند شوی وو نو په غوسه وﻻړ او چرګ يې له استاذه سره پريښود چی پرکتس وکړی.
ګيدړی چی په زړه يې يو الله خبر وو کيناسته او چرګ ته يې وويل:
هغه پريږده د هغه څخه کوم شی نه جوړيږی!
او چرګ ته يې وويل: راځه پرکتس وکړو:
ښه ته د الوداع هوهو غزله ووايه!
چرګ نارې کړه:
الوداع هوهو
ګيدړی سر وښوراوه او چرګ ته يې وويل:
سور دی لږ خراب دی ته غاړه لږ رانژدی که چې حلقۍ ژبه دی لږ در پورته کړم. ",نا دردردرنا
2196,,"
٢٣ د کب ١٣٨٣
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په کندهار او شا وخوا ولايتونو کې د وروستي نا امنۍ پړه د دغو ولايتونو په اوسني امنيتي نظام اچولي ده.
د سيمي اوسېدونکوتيره اونۍ د نا امنيو او ماشوم تښتونې د پېښو پر ضد د کندهار په ښار کې مظاهرې کړي وي چې په ترڅ کې يې پولېسو او مظاره کونکو ته ژوبله هم اوښتې وه.
د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي چې د دغه پيښې د پلټنې لپاره پخپله کندهار ته تللې و، وويل: په کار ده چې د سېمې په امنيتي نظام کې ژور بدلونونه رامنځ ته شي. ",په کندهار کې د وروستيو نا امنيو لامل اوسنې امنيتي نظام ښودل شوي
2197,,"
٢٣ د کب ١٣٨٣
د بشري حقونو يو وتلي سازمان پر افغان حکومت ږغ کړي چې جنګ سالاران اوبې قانونه ملېشې بې وسلې کړي.
(هيومن راېټس واچ ) واي چې يو شمېر جنګ واکان او ملېشې پر ښځو او کوچنيانو باندې د جنسي تېريو پړه پر غاړه لري.
دا ټولنه واي چې له واک څخه ناوړه ګټه اخېستل يو اځې جنګ سالارانو پورې لنډه نه ده بلکې پوځ او پولېس ان په کابل کې هم په خپل سر د خلکو په نېولو او له محاکمې پرته وژنو کې لاس لري.
هيومن رايټس واچ پر ملګرو ملتونو هم تور لګولي چې د افغانستان د بيا رغونې لپاره يې وړ امنيت نه دې ټېنګ کړي. ",پر افغان حکومت ږغ شوي چې جنګ سالاران او ملېشې بې وسلې کړي
2198,,"
١٣٨٣ د کب ٢٣
کابل : د افغان حکومت ځينو لوړ پوړو چارواکو ويلي چې په ډير لنډ وخت کې به د افغانستان د ځينو مهمو ولايتونو واليان او د امنيې قومندانان بدل رابدل شي .
دغو چارواکو چې د خپل نامۀ له اخيستلو يې ډډه کوله ويلي چې ښايي د بلخ او کندهار په څير مهم ولايتونه هم د دغو بدلونو اغيز وويني .
په کابل کې د سياسي کړيو تبصرې دا ښيي چې دغه بدلونونه په يادوو شويو ولايتونو کې د وروستيو ناکراريو د له منځه وړلو او د مرکزي حکومت د واک پراخولو لپاره يو ګام دی .
",د ولاياتو په کچه لوي بدلونونه راتلونکي دي
2199,,"
د ١٣٨٣ د کب ٢٣
کابل : يوې باخبرې لوړ پوړې سرچينې په ډاګه کړ ې چې د افغانستان د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي ښايي له دغه وزارته ګوښه شي .
ښاغلی جلالي د اساسي قانون تر لويې جرګې لږ وړاندې په دغې څوکۍ ګمارل شوی و .
داسې ويل کيږي چې د ښاغلي جلالي په شته والي کې که څه هم د کورنيو چارو وزارت ځينې مهم ګامونه اخيستي خو په دې وروستيو کې يې چارې پښه نيولي دي .
همدې حالت ته په پام سره دا اړتيا ليدل شوې چې د کورنيو چارو وزارت ته نوی کس وټاکل شي .
ځينې ګنګوسې ښيي چې ښايي د برېښنا او اوبو اوسنی وزير او د هرات مخکينی والي قومندان اسماعيل خان دغه څوکۍ ترلاسه کړي . خو د سرچينو په وينا ولسمشر کرزی د يوۀ داسې کس غوښتنه لري چې په کارونو کې پريکنده دريځ ولري او وسله والې ډلې ټپلې يې هم تر شا نه وي .
د ښاغلي جلالي په باب داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې ښايي له يونس قانوني سره په ګډه په ولسي جرګه کې د اپوزيسيون مشري خپله کړي .
په کابل کې سياسي کړۍ ګومان کوي چې که ښاغلي جلالي په رښتيا همداسې عمل ته ملا تړلې وي نو دا به ورته لوی سياسي ګوزار وي .
",جلالي ښايي وزارت پريږدي
2200,,"
",
2201,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
قدرمن کرزي صاحب ته دزړه خبره :
رســـــــــیدلی یې کـــــــــــرزیا لـــــــــــــوړ مـــــــــــــقام ته
د تـــــــــــــــــــاریخ د عــــــــــــــــــبرتونو امـــــــــــــتحان ته
دا مــــــــــــقام نه دی دا ســـــم پلـــــــــــــــــــصرات دی
لاره وزي یا جــــــــــــــنت تــــــه یا نــــــــــــــــــــــــیران ته
پــــر بـــــغل دې پــــــــــروني لــــــــوټماران ګــــــــــرځي
خـــدای دې خیر کړي د ستا سر ته ، زمــــوږ ځان ته
لـــــږ چـــورت ووهــــه له تا نه مخـــــــــکې څـــوک وو
چې مخـــــتوري شــول تـــاریخ او پاک سبـــــــــــــحان ته
کړکـــــــــېښ ولوله په ځان چــــــې غـــــــــــــره نه شې
غــــــــرور ډیر دي شرمــــــولي لـــــوی افـــــــــــــغان ته
پــام کړه ، پــام کــړه سیاسي مــــامـــــلې مـــــــه کــــړه
زېږ پښتون یې تسلیم نه شې کــــوږ وجـــــــــــدان ته
دا وطن نـــــور د ټــــــوپک په لاره نه ځـــــــــــــــــــــــي
حاجــــت نه شتــــه لاپـــو ، شاپــــو د بـــــــــــــــــــیان ته
په هــــــر غـــله د امــانت اعـــــــــتماد مـه کــــــــــــــــــړه
بې وجــــدان به څـــنګه غــــوږ نیسي وجــــــــــدان ته
ګـــوره، ګــــوره ظاهــــر شاه بابا هـــېر نه کـــــــــــــــړې
بې رهـــــبره بـــیړۍ مـــــه بــــاسه تـــــــــــــــــوپـــــــــان ته
که په غــــلو باندې تـــکیه شې ســــر به بایـــــــــــــــلې
ټول وطــن به ور په ګـــنډه شي شــــــــــــــــــــــیطان ته
حاکـــــمان چې نفسي چـــــارو ګـــــــــــــــــــــــــونډه کړي
شـــــرمیدلي هم افــــــغان ته هم جـــــــــــــــــــــــــــــهان ته
سر په لاس او خــپلې پــښې دې پـــــولادي کــــــــــــړه
د الله په هـــــــیله مـــــخه کــــــړه مـــــــــــــــــــــــــــیدان ته
د مــــــــــیرویس او احــــــمدشاه په لاره لاړ شـــــــــــــــــه
چې تاریخ کې شې سرخ رویه ټـــــــــــــول جـــــــهان ته
حمـــــــــــیدي د ګران هـــــــــــــــــیواد ارامي غـــــــواړي
خدای دې خیر کړي د کـــــــــــرزي صاحب کاروان ته
۲۴\۶\۲۰۰۲ ",قدرمن کرزي صاحب ته دزړه خبره :
2202, احسان,"
سعيد لودين يو له هغو ځوانو شاعرانو څخه دی چي پر هيواد راغلي غميزي نه يوازي په خپله غېږه کي له زده کړو بې برخي کړ ، بلکي لکه د نورو ډيرو په شان يې پردېسۍ ته اړايستلی دی
سعيد لودين يو له هغو ځوانو شاعرانو څخه دی چي پر هيواد راغلي غميزي نه يوازي په خپله غېږه کي له زده کړو بې برخي کړ ، بلکي لکه د نورو ډيرو په شان يې پردېسۍ ته اړايستلی دی .
داسي نه وم خبر چي که د ژوند ليک غوښتنه ترې وکړم وبه ځوريږي ، ځکه له ليک نه يې ښکاري چي کلونه وروسته يې اوس هم په خپله مورنۍ جونګړه کښي د لومړنيو ، منځنيو اولوړو زده کړو څخه بې برخي توب ځوروي .
دژوند ليک غوښتني په ځواب کي د ښاغلي لودين راغلی ليک کټ مټ خپروو :
(بېنوا خپرنيزه څانګه )
",ســعــيد لـــــودين
2203,,"
",
2204,عبدالله احسان,"
يکشنبه د غبرګولي اوله
فضل رحمان کټوازی – کوريا
يو وخت به زما اوستا په راډيو او تلويزيون کي دپښتونستان دسيمي دپښتنو او ویاړلو بلوڅو په نوم باندي ځانګري نشرات لرل . اوس داپاليسي زما او ستا ګاونډيانو شروع کړې. په افغانستان کي دازادو مطبوعاتو دقانون څخه په ناوړه ګټي سره څو شخصي تلويزيونونه دبعضي هيوادونو اوددوی دمعاش خورو په نمايندګي په افغانستان کی جوړشوي ، ددې تلويزيونونو صرف او صرف یوا زنی هدف او مرام هم دادی چي زما او ستا په دې طبعي ټولنه کي درز واچوي او ددې هيواد ديوه ځانګړي کلتور ترمنځ واټن رامنځ ته کړي، ترڅو يوواري بيا دخپلو وروڼو په سرو دبزکشۍ لوبه شروع کړو،او دانړيوال چي اوس راغلي دوی دتل لپاره دافغانستان څخه مخه وکړي . دگرانو ګاونډيانو دا آخري هڅه ده ولي چي دتوپک په زور خو دوی څه ونه کړل اوس يې کلتوري ديپلوماسۍ ته مخه کړې ترڅو خپل دا آخري چال هم په کاروا چوي . دکلتوري ديپلوماسۍ (Cultural Diplomacy) یادونه ما باربار کړې او دخپلو دولتي لوړپورو چارواکو توجه مي وارپه وار غوښتې ده ،ولي چي دايو ملي رسالت او مسٌولیت ګڼم،دايوکال کيږي چي پنجابيانو دخِیبر دسپيڅلی نوم په انتخاب سره د يوه شخصي تلويزيون پرانسته کړې ده. چه دخپلو حقوقو نه پرته اوس زيات یې په افغانستان کي دپښتنو دحقوقو لپاره مټي رانغښتي دي . کله چي له افغانستان سره د متحده ايالاتو داوږدمهالي خبري شروع شوي دي، دې تلويزيون دهم هغې ورځي څخه دافغانستان په دې طبعی ټولنه کي د Divide and Rule (تقسيم يي کړه او حکومت پرې اوکړه) پالیسي پرمخ بيایي چي دهغې لوی مثال زما اوستا هغو ودانيو ته اور اچول وو چي په بسپنو مو جوړي کړي . دشک دلري کولو لپاره یې خپله قونسلګيري هم وسوزله ددوی استخباراتي شبکې خو دومره تيزي دي چي په هغه ورځ نه قونسل وو اونه ددې قونسلۍ يو کارکوونکی زما او ستا داستخباراتي شبکو نه ددې هيوادونو قونسلی ډيري فعاله دي . زما او ستا پاک احساسات هميشه دوی دخپلو شومو ګټو دخوندي کولو لپاره استعمال کړي . دخندا ځای خو هلته وو کله چه زخميان بيا دهغې موسسی په درملنو تداوي کيدل ،دچا ودانۍ، موټرونه او دواوي چي داسلام دې په نامه پتنګانو وسوزل . داڅوورځي مسلسل دګوانتانامو دبنديانو سره مرکي کوي او دګرانو وطنوالو سپيڅلی احساسات دخپل دولت اووطن په وړاندي راپاروي . زه دخپلو ګرانو وطنوالو دمعلوماتو لپاره بايد یادونه وکړم چي دافغانستان دولت تراوسه پوري يو کس هم ګوانتانامو ته نده سپارلې افغان که دشمال دی که دجنوب بياهم افغان دی دښمني او دوستي یې په ډګردي ،ليکن دټولو نه زيات شمير دالقاعده شبکې غړی چي يو څو ورځي مخکي ددوی دسرحدونو محافظين وو هغه دي متحده ايالاتو ته په لاس ورکړي، دمتحده ايالاتو په يوه محاکمه کي ديوه قاضی لخوا چي دپاکستان پرخلاف کومي خبري شوي چه پاکستانیان دڅو روپو لپاره د هرڅه سوداکوی دقاضي په دې خبرو بايد غوږونه خلاص کړو. اوس به راشو زما او ستا ددولت مسٌوليتونو ته تراوسه پوري زما او ستا ملي تلويزيون په نړیواله کچه خو پريږده زما او ستا په کور کي ديوه ولايت نه پرته په نورو ولايتونو کي نه لیدل کيږي . دلته څو انديښنې پيدا کيږي. په دادرې کلونو کي زما او ستا داطلاعات او کلتور چارواکو صرف او صرف چي د ملي ټرمينالوژۍ سره خپله دښمني ښکاره کړې بل څه داسي ځانګړي کارونه نه دي کړي چي ملت ته داطمينان وړ وګرځي؟
زه پردې هم پوره باور لرم چه سبا به بیا دفرهنګ پرځای دکلتور سپيڅلی او طبعی کلمه دوزارت په انګړ نوشته وي . ولي چي دطبيعت سره دښمني دخپل ځان سره دښمني ده. زما اوستا مطبوعاتو يوه ورځ هم زمونږ ګران ګاونډي ايران باندی نيوکي نه دي کړي حال دادی چي ايراني مطبوعات هميشه په افغانستان باندی نيوکي کوي . ايران همیشه هڅه کوي چه خپل کلتور په نورو ومنی ددې لوی مثال په ايران کي د ميشته قومونو عقيده خوپريږده دهغوی ژبه کلتور او حتی چي دهغوی دتاريخي سيمو نومونه یې هم بدل کړی چه دهغوی لوی مثال يې څه موده وړاندي دځايي عربو په وړاندي دايراني په تش نامه ملايانو دپټو دسيسو دهغه چاپي مکتوب رابرسيره کيدنه وه چه پردې خو پريژده په خپل وطن کی ميشته قومونو عرب ،کردان او بلوڅ هم لا نه پریږدي چي خپل طبعي حقوق ترلاسه کړي. په ايران کي دآزادو مطبوعاتو خو به څه نه وايي هغه ظلمونه چه دوي کړی دهغوی يو څرګنده بيلګه یې دخدای بخښليکاناډايي طبعه ایراني میرمني کاظمي دايران په زندان کي داغلي سره دجنسي تیري او بيا په توقيف کی مړينه وه چه زړه بونګونکی ده. اوس سوال دا پيداکيږی چي زما په هيوادکي خو دتاريخ څخه مذهبي آزادي شته شيعه افغانان خو پريږده سکان او هندوان هم خپل درمسال لري ليکن ستا په هيوادکی خو چه ستا په عقيده نه وی دمکتب دشموليت حق نلري. ما خو دخپلو افغانانو مليتونو ټولي ژبي رسمي کړي، ته خو دخپلو ميشته مليتونود ژبو رسميت خو پريږده په نورو هيوادونو کی پټي کلتوري مداخلې کوې،او خپلو معاش خوروته بری ليکونه او ډالي ورکوې. د وروڼو قومونو په ګډکور افغانستان کي چه پښتانه یې غوڅ او لوی اکثريت دی بياهم ټول مليتونو نه داساسي قانون له مخي مساوي حقوق او په دولت کي برخه ورکړل شوه،آیا په ايران کی به لږکيو عربو ،کردانواو بلوڅو څخه هم څوک دجمهوري رياست چوکۍ خو پريږده ديوه کوچنی وزارت سوچ هم و کولاي شي ؟
دولت ته پکارده چي صرف په مقدار باور وونلري بلکي ديوه شي ظرفيت يا لوړتيا په پام کي ونيول شي،ددې موجوده رسنيو او اطلاعاتي شبکو چه اکثره يي دګاوندي هيوادونو په پیسو چليږي او دهغوی دکلتورونو دخپراوي لپاره کار کوي بايد زرترزره څرګند او وتړل شي. دملي تلويزیون دنړيوال کولو لپاره بايد چټک ګامونه واخستل شي ،ترڅو زما اوستا دملي او طبعي کلتوردګاوندي هيوادونو وګړي هم ووګورئ او هغوی ته هم احساس وشي چي حق څه دي او نا حق څه دي . بيابه هغه د روغ او رشتيا معلوم شي هغه مشهور متل دی چي ددروغو مزل لنډ وي .
دبينوا دويب پاڼي او ګرانو لوستونکو دښه سباوون او دلوی افغانستان په هيله!
",ای افغانه ويښ شه !
2205,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
څښتن تعالی مې دې غاړه نه بندوي او د خوب په ګناه مې وما نیسې! بیګاه مې خوب لید، ډیر عجیبه ، سر تر پایه اریانونکی او له چورتونو ډک بوږنونکی خوب . هو ! همداسې وه ! خوب مې لید چې له دې ځایه لرې ، ښه ډیر لرې هغه بلې خوا ته چې د چا په وینا یې د غیرې دموکراتیکې سیمې په نوم یادوي ، هلته چې د زورواکي ټولنې په نوم یې بولي او ولسواکه ټولنه یې د ښې پیرزوینې له کبله ولسواکۍ ته د برابرولولپاره په ډیره مینه وژني او کلي ، کورونه یې ورانوي . هو ! هلته چې پریمانې اوبه او برېښنا یې درلوده ، هغه ځای ته چې پریمان تیل او ګاز یې درلودل، هلته چې څه نا څه ټولو خلکو یې موړ ژوند، موټر ، ډول ډول چار ځایونه او الوتکې درلودې او د خپلو موټرو او الوتکودځغلولواو سفر کولو لپاره یې د خپلې خوښې ډمبر سړکونه او پراخ ډګرونه درلودل یانې هلته چې ولسواکې ټولنې په ډیره زړه سواندۍ ولسواکۍ ته د راښکلو لپاره په دموکراتیک ډول هر څه ترې اخېستي او هر څه یې د ډیرې خواخوږۍ له کبله ورته وران ویجاړ او په کنډوالو بدل کړي دي تر څو د ښه او دموکرات نیت له مخې د غیر مدني ټولنې بدرنګې نښې له منځه یوسي او پر ځای یې د مدني ټولنې په کېږدیو کې چې د مدني ټولنې په ډیوه رڼا شوي دي د ولسواکۍ په فضا کې خوشال او سوکاله ،بې غمه او بې ډاره سوله ییز ژوند وکړي ، په نریو لارو پلی تګ زده کړي او وچ په وچه هرې خوا ته په الوتکو او موټرونو کې بې ځایه ونه ګرځي چې په دې ډول یې هم د بدن کولېسټرول لږ شي ، هم خپل هیواد د تکې تورې بدمرغه طلې د لوګي له زیان څخه وژغوري او هم د مدني ټولنې او ولسواکۍ په رښتوني خوند او بشر دوستۍ وپوهېږي اود مدني ټولنې د دومره ستر خدمت په وړاندې د درناوي سر ټیټ کړي . خو له بده مرغه هلته مې د مدنې نړۍ په دومره ډیرو مرستو برسیره هرې خوا ته د بې تمدنه ټولنې د بې نیکۍ خلکو د ویر، بې وسۍ او نیستۍ . دلوږې او تندې ، بې کورۍ او ناروغۍ، ځورونو او وژنو ،لوټ او تالان ،ورانولو او ړنګولو، وهلو او ټکولو، سوي ساندې او ژړا، کوکې او چغارې واوریدې . غوږونه مې ښه ورته ځیر کړل او سترګې مې شې پرانیستې ؛ ځینې ویرجن، ژاړن او کوکې وهونکي انسانان مې په رڼو سترګو نږدې او ځینې لرې ولیدل چې دمدنې نړۍ د ولسواکۍ هرکلي ته چا په وینو کې لاس او پښې وهلې ، چا له خپل ژوند سره د ولسواکۍ په ویاړ خدای پامانۍ کولې ، چا ته زما له ور رسیدو دمخه د ولسواکۍ ویاړ ور په برخه او خپلې سترګې یې د نوي دموکراتیکې ټولنې د جوړولو په ویاړ په تل تر تله خوب پټې کړي وې او پخوانیوتللیو ته یې دمدني ټولنې او ولسواکۍ د لیدنو ، کتنو خوږې او په زړه پورې خبرې کولې . څوک د ړنګو کورونو او ودانیو لاندې وو او له هغه ځایه یې ارواګانو د ولسواکۍ راتګ ته ټکې وهلې . د چا پښې نه وې او د چا لاسونه . څه نا څه ټول د ولسواکۍ په وینو کې لت پت وو خو د چا خپلې وینې وې او څوک د بل چا په وینو لړلي وو. ټوله سیمه د وینو وږمو ډکه کړي وه ؛ ځکه چې څه نا څه توله سیمه د ولسواکۍ په وینو لړلي وه، دا ځکه چې دوی یې د بشر دوستۍ او خواخوږۍ له مخې د بشري حقونو له پښو لاندې کولو څخه ژغورل . خو ځینې کسان زما د سوچ له واټن څخه لرې او هغه بلې غاړې ته وو. په زړه کې مې راوګرځیدل چې کاشکې دوربین مې درلودای چې لرې او نږدې پېښې مې ټولې لیدلې وای . لا مې د خپل چورت نیلی په برید نه و درولی چې د خوب ځواک د دوی څنګ ته ودرولم . اې پروردګاره ! د تېرې شپې خوب داسې ناوړه پېښې او ظلمونه را باندې ولیدل چې ما یې لیدل خو څه ان چې د اوریدو توان هم نه درلود. څه مې کړي وای او څه مې کولی شول ؟ د خوب ځواک خو هر چا ته مالوم دی چې نه یې څوک مخه نیولی شي ، نه یې څوک له منګولو ځان ژغورل شي ، نه څوک واک پرې چلولی شي ، نه څوک سیالي ورسره کولی شي، نه د چا زور ورسره برابر دی او نه څوک د قانون له مخې په خوب او خوب لیدونکي باندې د نیوکو او پړې حق لري .
هو! همداسې ده ، کټه مټه همدا ډول ! د خوب کار دی ډیر اوږد واټن د سترګو په رپ کې درباندې وهلی شي ، ناشوني شوني کولی شي ،د مړیو سره دې کېنولی اوغږولی،ان له ځمري سره دې جنګولی اوپخلا کولی شي ، کمزوری زورورکولی اوزورورکمزوری کولی شي، په یوه شیبه کې دنړۍ دغه اوهغه ګوټ درباندې لیدلی،ګز کولی اوڅارلی شي .که زړه یې وغواړي اسمان ته دې هم پورته کولی او را غورځولی شي.
خو پام چې د ولسواکې نړۍ سرغندوی زبرځواک د خوب له ځواک څخه خبر نه شي ؛ هسې نا چې ددغه معنوي ځواک لومونه هم په خپل لاس کې واخلي او دغه یوازینۍ هیله مو هم په نهیلي بدله کړي .
هو! همداسې وه او همداسې ده ! خوب مې لید ډیر ځورونکی له چورتونو ډک ویرجن او غمجن خوب؛ داسې چې هلته دغیرې دموکراتیکې اوبې تمدنه ټولنې خلک چې زورواکي یې د خپل زور له مخې په حق سره اورپکي تروریستان بولي دد موکراتیکې او مدني ټولنې ولسواکۍ ته د هر کلي لپاره په وینو کې لاس او پښې وهې او د بشر دوستۍ لپاره یې په وسلو او بمونو، ټانکونو او راکټونو ، الوتکو او چورلکو باندې وژني چې د مدني ټولنې دغه د ښېګڼو پیغام تللیو ته هم ورسوي او په خپل بړګندي تګ یې پښېمان کړي .
هو! ډیر ښه مې په یاد دي چې بیګا شپه دغه خدای وهلي خوب داسې ویرجن او غم لړلی خوب راباندې ولید چې د دموکراتیکې نړۍ زبرځواک د غیرې دموکراتیکې تولنې خلک د دموکرات کولو لپاره د ویرونو او غمونو، د بېوزلیو او نېستیو، د بې کوریو او دربدریو په سیند کې لاهو کول ، له بې تمدنه سیمې یې د متمدنې سیمې د جوړولو لپاره د دوی بې تمدنه لارې او ډګرونه، د څښلو اوبو سرچینې او د تیلو زېرمې ړنګولې . د بې تمدنه ټولنې د تمدن په لاره د روانولو لپاره خو دا ښېګڼې لا څه ان چې موزیمونه، بانکونه ، کتابتونونه او نموسونه یې هم ترې لوټ کول چې په بشپړ ډول متمدن شي او په خپله خوښه د ولسواکۍ راتګ ته د خوشالۍ غېږې پرانېزي او پریېږدي چې متمدنه نړۍ د خواخوږۍ له مخې په سوله ییز ډول او خلاص لاس تیل تر وکوچوی او بې تمدنه ټولنه ددغه تورې بلا له زیانونو څخه وژغوري .
څښتن تعالی مې دې غاړه نه بندوي او د خوب په ګناه مې ومانیسې ؛ خوب مې لید، هو!بل شی نا یوازې او یوازې خوب!! چې د ولسواکې نړۍ د سرغندوی دغو بشر دوستو کړو وړو ته ټوله ولسواکه نړۍ په دموکراتیک ډول د شاباسۍ ټکې وهې او خپلوبشر دوستو کړو وړو ته یې لا هڅوي . ما ته خو په خوب کې د خوب لید د عقل، فکر له مخې داسې ښکاره شوه لکه په دموکراتیکه نړۍ چې د دوی سرغندوی چرس څکولي وي یایې د بنګو ډکې پیالې پرې څښلي وي او یایې کوډې ورباندې ګړي وي . په خوب کې خوب لیدهم د ټکو کوونکو خوا ته د پسخند ګوته ورسیخه کړه ، خپله موسکۍ خوله یې زما غوږ ته رانږدې کړه او ورو یې وویل: « دا شپه او ددغه شپې خوب مو نښه چی کله د دموکراتیکې نړۍ زبرځواک د غیرې دموکراتیکې ټولنې غاړې ته د مریتوب غړوندی ور واچوي ارومرو به په دموکرتیکه نړۍ کې هم ځینې هیوادونه د غیرې دموکراتیکې ټولنې په توګه په ګوته او د دوی غاړې ته به هم خپلې منګولې ور وغزوي چې په پای کې به د پښتو دغه متل پر ځای شي چې وایې : « ما کوه په ما چې وبه شي په تا.»
د خوب کیسه ده ځینې پېښې خوب لید ګډ ې وډې او نه پیېلي راباندې ولیدې او د ځینو لړونه زما څخه د خوب په ویلو کې ګډوډ شول خوپاتې دې نه وي په خوب کې مې په خپلوسترګو ولیدل چې کله کله به د بې تمدنه ټولنې ځینې کسانو د مدني نړۍ په وړاندې چې د خپلې کمزورۍ له مخې یې وچ په وچه د ښکیلاکګرو په نوم بلل ټوپک ته لاس کړ خو لا به یې د ټوپک له خولې څو ګولۍ نه وې راوتلي چې خبر رسنیو ته به غوا لنګه شوه، د خبرونو او پروپاګنډونولپاره به خوراک او څښاک ورته برابر شو. سمدستي به د بشري حقونو سازمان په حق سره منډې را منډې او سورې نارې پیل کړې او په ټوله نړۍ به یې غږ کړ چې : « د خدای لپاره دبې تمدنه ټولنې له تروریستي عملونو او ظلمونو مو وژغورئ چې مخلوق یې در په درکړ ، هسې نا چې دمدني نړۍ ګرانې او قدرمنې مافیا ته چې د نړۍ ټولو نېشیانو ته چرس ، افین ، کوکاېن ، مورفین او نور د تندرستۍوړ توکي رسوي ، ترې زیان ورسيږي او د مدنی نړۍ نېشیان بې نېشې پاتې شي !!! .»
خبره دې زموږ تر منځ وي او د شیطان غوږونه دې هم کاڼه وي ! هلته مې د ناوړه او غمجنو پېښو څنګ ته د یوې ناواکۍ په څېر، نرښځي ته ورته انسان هم ولید چې په سلګو، سلګو یې ژړل . دده شا ته به همېشه په ساټ و باټ برابر کسان ولاړ وو او له کړو وړو یې داسې ښکاریده چې ناواکۍ د بې تمدنه او غیرې دموکراتیکې سیمې په خلکو باندې ژړا او خواخوږۍ ته نه پرېږدي . کله کله به د دوی له لوري د ډیر بد بوی ډډوزې پورته شوې خو سمدستي به ټولو ناواکۍ ته په عطرو پاشلو پیل وکړ. ځینې وخت به داسې هم پېښه شوه چې په بیړه یې د ناواکۍ په کالیو د پاسه نور کالي ور اغوستل .
خوب مې د دوی خوا ته پام ور واړاوه خو چې زه به ورروان شوم د دموکراتیکې نړۍ بشر دوستانو به ناواکۍ بل لوري ته بوتله . یو ځل خو مې دېته هم پام شو چې د خبرونو د پیل کیدو پر مهال به ناواکۍ داسې لیونۍ شوه لکه په سر یې چې د غزني پېریان ناست وي؛ له ابادۍ او ګڼې ګوڼې به لرې د سارا پر خوا وځغستله او دا مهال به د دموکرتیکې نړۍ څارونکو له لرې څارله .
د خوب لید کار و نپوهېږم چې څنګه او په څه ډول یې یو مازدیګر د ناواکۍ مخې ته ودرولم او په ناڅاپي ډول مې سږمو ته داسې بوی او ډډوزې راغلې چې که د دموکراتیکې نړۍ له ټولوژنې سره مې سږمې نه وای روږدي هملته به ځای په ځای شوی وای .
ناواکۍ تر ټولو لومړی په ځان باندې عطر وپاشل اوبیایې په اریانۍ وپوښتل :«څنګه یې راپرېښوې ؟» ما ویل : « چا؟» دا ځل یې خپله پوښتنه په لړځند غږ غبرګه کړه : « ښه! چې داسې ده نو څنګه ترې راتېر شوې؟» ما ویل : « سپینه، سپیڅلي خبره داسې ده چې زه هم نه پوهېږم څنګه او په څه ډول یې را ورسولم. هر څنګه چې وي، وي به! خو هیله کوم راته ووایې چې ته څوک یې؟ ولې په ټولو وژلیو او ژوبلوکسانو باندې یو ډول ژاړې؟ ستا سره مل کسان څوک دي؟ ولې دې ژړا ته نه پرېږدي؟ ستا په کالیو دا وینې له کومه کیږې؟ او د خبرونو پر مهال دې په سر باندې دا دومره ډیر پېریان ولې کېني؟ »
په ډیره مهربانۍ او خواږۍ یې په پسته ژبه او ژړغوني غږ راته وویل : « لومړی به ستا پوښتنوته په لنډ ډول ځوابونه ووایم. بیا که زما سره مل کسان خبر نه شي په شنني ډول به سره وغږېږو. زما نوم « بشرحق دی » خو د دموکراتیکې نړۍ سرغندوی زبرځواک داسې بد نام کړی یم چې د خپل نوم اخېستل خو څه ان چې له ډیره شر مه خپله څېره هم پټوم . زه نه نانځکه یم، نه ناواکۍ یم او نه نرښځی ؛ خو د دموکراتیکې او ولسواکې نړۍ سرغندوی زبرځواک دومره مسخره کړی یم چې چا ته سترګې نه شم ورپورته کولی ، څېره نه شم ورښکاره کولی او په خپل نوم ډیر شرمېږم . په ټولو باندې ځکه یو ډول ژاړم چې ماته د ځمکې پرمخ ټول انسانان يو ډول او د یوه لاس ګوتې دي . زما سره مل کسان د نړیوال زبرځواک د څارګرۍ غړي دي . ژړا ته مې ځګه نه پرېږدي چې دوی غواړي زه یوازې د دوی په مړیو او ان د دموکراتیکې نړۍ په هغو مړیو و ژاړم چې دوی یې را په ګوته کړي . کالي مې ځکه په وینو او زوو ککړ دي چې له ډیر غم او غوسې مې د زړه ټپونه ناسور شوي دي نه یې وینې چې هره شیبه د بوی له کبله په بدن باندې عطر پاشم؟ له خبرونو ځکه تښتم چې دوی مې لا پسې رېشخند کوي او د زړه په ټپونومې مالګه دوړوي .»
په همدې مهال د هالېنډ د کاغذونو وېشلو کاروان د ګېنګړو په غږ پسې را ویښ شوم، سترګې مې و موښلې او شا وخوا مې وکتل ؛ پوه شوم چې خوب مې لید ، خوب !
اوس نو تاسو راته ووایئ چې ظالم څوک دی ؟ او زما د خوب مانا څه شی ده؟!
",زما د خوب مانا څه شي ده
2206,ميرزاعلم حميدي,"
١٣- مارچ - ٢٠٠٥ (ميرزاعلم حميدي ) هالنډ
ښکلا
لمر لومړی خپل شا وخوا د هسک لمنو ته سور زرغون رنګ ورکړ، بیایې خپلې لمنې ته د زرینو وړانګو په ورټولولو لاس پورې کړ چې ډکه لمن په خوب ویده شي. د اسمان سیورې ورو، ورو خپل وزرونه د ځمکې پر مخ وغوړول . له څړ ځایونو څخه د څارویو رمې د خپلو کورونو پر خوا روانې شوې او د پښو دوړو یې د نري باد په پستو څپو کې خړ تنکی ګرد را پورته کړ. د غرونو په لمنو کې جګو، ټیټو او رنګه رنګ کورونو، د لارو په اوږدوکې شنو کروندو او د دنګو ونو کتارونو د زړه ښکونکي ښکلا لپاره خپله غېږ پرانیستله او زړونه یې ښېرازۍ ته وهڅول .
مرغۍ د خپلو ځالو پر خوا روانې شوې چې شپه په هوسایۍ تېره او د سبا ورځې د کار او زیار لپاره ځانونه چمتو کړي . پراخ او ژور سیند د پخوا غوندې ارام او بې څپو روان و. خو په سینه کې یې کینه کښ توپانونه اووښتل او راوښتل، له ډیرې غوسې یې یو پر بل کاڼي ویشتل ؛ غوښتل یې یو ځل بیا د سوله ییزې دوستۍ او ښه ګاونډیتوب تر سیورې لاندې ځان و ازمایې او د خپلو ګوډاګیانو منګولې پر واک ټېنګې کړي، کوچنیو کبانو به کله کله خپل سرونه را پورته کړل، د زرینو وړانګو په مرسته به و ځلیدل، ګڼې خپل ښه او خوشال ژوند به یې په ډاګه کړ.سپوږمۍ په سړه سینه خپل سر را پورت کړ د څانګو او پاڼو په وتونو کې یې په لنده خېشته ځمکه باندې ورو، ورو خپله رڼایې د جال په څېر خپره کړه .اسماني توپان اوس هم خپله کینه نه پټوله، له لرې څخه یې غورې پرې اوریدل کیدې او په تورو وریځو کې یې د ویجاړونکي تورې پړکه په سترګو کیده؛ غوښتل یې دځمکې پر مخ ټوله ښکلا پړمخې را واړوي . خو له نیکه مرغه لا یې لاس تر لستوڼي نه اوږدېده او لا له لوېدیځ لوري نازک باد له ځان سره د ګلانو وږمې سږمو ته را رسولې .
ټول شیان ښکلي ښکاریدل اودسبا ورځې لپاره یې د لا ښکلا ،خوشالۍ او سوکاله ژوند په هیله دسیالې( دمې) پر خوا ګامونه اخېستل .
ګهېځ ته مې د چرګ بانګ پر مهال خپل انډیوال چې په خوب کې یې د پیسو اوګټې وټې زمزمه کوله را ویښ کړ او ورته ومې ویل: «پورته شه چې ځو !»
هغه په څپڅپاند ډول را پورته شو او په اریانۍ یې وپوښتل : «چیرته ځو؟ او د څه لپاره ؟ »
ما ویل : « ځو چې د ژوند توښه او زېرمه تر لاسه کړو. »
نوموړی اوچت را پاڅیده او په منډه ، منډه د یوه داسې غره لمنې ته ور پورته شوو چې نه ډیر جګ او نه ډیر ټیټ و؛ هلته یوه ښکلي تنګي ته چې شنو ونو لمن پرې غوړولې وه او ډول ډول مرغۍ ورته را روانې وې مخامخ کېناستو. د مرغیو چڼهار د غره په لمنه کې هم غوږونه نازول . د ګلانو وږمو ټوله فضا خوښبویه کړي وه . ډیر ښه او زړه وړونکی سهار و . د ونو او ګلانوپه پاڼو باندې پرخې (شبنم) لمر څرک ته د سلامۍ لپاره خپل ښکلي او ځلیدونکي لاسونه پورته کړل . د چارځایونو لو ګي په هوا کې کږه وږه نڅیدل او د صنعتي پرمختیا زېر یې د هسک پر خوا خپره وه . د تورو وریځو کوچنۍ غړوسکې سره لاس په لاس کیدې غوښتل یې د شینکي اسمان مخ پټ او ټوله ښکلا په بل مخ را واړاوي . خو هسک لا خپل ښکلی نیلي رنګ له لاسه نه و ورکړی او د لا ښکلا لپار یې خولې بخولې (هڅې) کولې . لږ څه هغه خوا ته د یوې لویې ډبرې پر سر یو شپونکی ناست و د سپینو مېږو رمه یې په خوند سره څریده او ده له ډیرې خوښۍ زړه ښکونکي شپیلۍ غږوله چې د غږ غبرګون یې د غرونو په کړنګونو کې تاویده او را تاویده . برګې غواې په شنه او ببره واښیاڼه کې په پوره خوند څریدې او ښکلي خوسکي یوې بلې خوا ته پسې روان وو .
هغه څوک چې زما څنګ ته ناست و ددغه په زړه پورې ښکلاد لیدو سترګې یې ړندې او د زړه وړونکو خواږو غږونو د اوریدو غوږونه یې کاڼه وو خو د سراښتوب (حرص) سترګې او غوږونه یې ښه غښتلي وو؛ ده هره شېبه زما چورتونه را زګېړل او ویل یې چې : «هغه لوې ونې ته وګوره! که دا ونه له بېخه لنډه او ټوټې ټوټې کړو څه نا څه ... خرواره د سون لرګي به ترې لاسه ته کړو ، که یو خروار یې په ... خرڅ کړو ټولې به ... پیسې شي . »
بیایې یوې بلې خوا ته وکتل سمدستې له ځایه پاڅیده او ویې ویل : « راځه چې دغه ځای ته د لارۍ د راپورته کیدو لاره پیدا کړو، که په دې کار کې بریالي شو او دا خورې ورې ډبرې له دغه ځایه ښکته کړو والله که پیسې مو درې تنه مستوفیان هم وشمېرلای شي . »
له لږ چورت وروسته یې بیا مخ را واړاوه لومړی یې په ځېر ځېر راته وکتل او بیایې په اریانۍ پوښتنه وکړه :« وا سړیه ! زه خو هک پک یم چې ته څه شي ته ګورې ؟ او په کومو چورتونو کې ډوب یې ؟ دا مچۍ وینې که نه؟ چې له یوه ګل څخه پورته کېږي او په بل ګل کېني، راځه چې د ګبینو ټوپکي یې پیدا کړو، پوهېږې که نه چې یو ټوپکی څو کیلو ګبینه کیږي او یو کیلو یې په څو دی ؟ »
له څو شېبو چوپتیا وروسته یې راته وویل : « ستایې خوښه ! خو زه نن شپه د لومو په جوړولو پیل کوم، غواړم دا ټولې مرغۍ په لومو کې را خولنګې (راګیرې) کړم او د خرڅلاو له پیسو یې خپل جېبونه ډک کړم . »
لومړی څو شېبې له ځان سره وزمیده، بیایې په ناڅاپي ډول دواړه لاسونه زما په اوږو کېښوول ویې ښورولم او په اریانونکي غږ یې راته وویل : « وا سړیه! روغ خو یې ؟! څه درباندې وشول ؟ څه شي ته ګورې ؟ او دا ولې په دومره چورتونو کې ډوب یې ؟! »
ما پداسې حال کې چې غوږونه مې د مرغیو خواږو اوازونو ته ځېر کړي وو او سترګې مې د غرونو رغونو په زړه ښکونکي ښکلا کې ښخې کړي وې په سړه سینه ځواب ورکړ چې :« روغ رمټ یم، هېڅ نه دي راباندې شوي! هغې زړه وړونکې ښکلا ته ګورم او د مرغیو خواږو سندرو ته مې غوږ نیولی دی ! »
هغه لکه څه شی چې ترې ورک وي لومړی یې یوې بلې خوا ته وکتل ، بیایې ماته مخ راواړاوه او په اریانۍ یې وپوښتل : «کومه ښکلا ؟ د څه شي خواږې سندرې ؟ تا خو ویل چې د ژوند توښه او زېرمه تر لاسه کوو! »
ما ورته وویل :« راشه ! زما څنګ ته کېنه او هغې ښکلا ته وګوره !! » ده سمدستي زما څنګ ته پلتۍ ووهلې او راته ویې ویل : « داده، دایې ناست ! اوس یې نوراته وښیا چې د څه شي ښکلا ؟! »
ورته ومې ویل :« هغه تکشنه تنګي ته وګوره چې ونو وزرونه پرې غوړولي دي ، ډول ډول ښکلي مرغۍ پکې لرې برې کیږي او د خوشالۍ شور ماشور یې ان تر موږ پورې را رسیږي . هغه لوګي ته وګوره چې په هوا کې کږه وږه نڅیږي او غواړي خپله صنعتي پرمختیا د هسک تر څوکو ورسوي . هغه د غاټول ګلان وګوره چې د غرونو لمنې یې ښکلي کړي دي . هغه ارغوان او نورو ښکلو سارایې ګلانو ته وګوره چې د نري باد لمسون ته څڼي اچوي . هغه د جګو غرونو په سر تورې وریځې وګوره چې غړوسکه غړوسکه سره لاس په لاس کیږي؛ غواړي د شېنکي هسک مخ پټ او دخپلې خوښې کارونه تر سره کړي . دپاڼو پر مخ پرخې ته وګوره چې ونواوګلانو ته یې څومره مستي اوښېرازي وربښلي ده اودښکلاسترګک یې سترګې برېښوي .هغه ښایسته برګوغواوواو ښکلوخوسکیوته وګوره چې یوې بلې خوا ته د خوشالۍ ټوپونه وهي، هغه سپینې ښایسته مېږې نه وینې چې ...»
ده زما خبرې پرې کړې ویې ویل : « بس ده! بابا! ما خیال کاوه چې کومه د ګټې وټې ښکلي اونوي معجزه راښیې دا نو څه شی دي ؟ دا د څو ورځو او یا د څو میاشتو ښکلا به څه ګټه را ورسوي؟ څو میاشتې وروسته به دا ټولې ونې لوڅې لغړې او مرغۍ به ترۍ تم شي . د غاټول ګلان خوبه لا دوې میاشتې هم ونه پایېږي او د غرونو لمنې به بیا سپيرې شي . تورې وریځې به ارومرو په توپاني وریځو بدلې شي او د اسمان پرمخ به توره کمبله و غوړوي .
د لوګي خو دې مخ ورک شې! لوګی به څه وي او ښکلا به یې څه وي ؟ دا لومړی ځل دی چې ددغه تور ښمار ستایل له تا څخه اورم . خو ! »
ده جیب ته لاس کړ یو زرګون لوټ یې زما د سترګو په وړاندې ونیو او د لوټ په منځکې په منظره یې ګوته کېښووه ویې ویل : « داده ! دغه ښکلي او د نړۍ تر ټولو ښایسته منظره زما په سترګو وګوره !! دغه رښتوني او تلپاتې زړه ښکونکي او ډاډمنه ښکلا ده چې هېڅ شی او هېڅوک سیالي نه شي ورسره کولای، ښه په ځېر ورته وګوره!! دغه او دغه ډول لوټونه نه سړی، سړی کوي، هر څوک د درناوي سر ورته ټیټوي او هره خبره یې د سر په سترګو مني، که د ډبرې په سریې کېږدې ډبره هم ټوټې ټوټې کولای شي او په درسته نړۍ باندې ملنډې خو څه ان چې واک هم پرې چلولای شي ... »
په همدې مهال شپونکي په خپله شپیلۍ کې ددغه ولسي سندرې نغمه پیل کړه چې : « بیا که بریم به مزار ! ملا محمد جان !! سیل ګل لاله زار واوا دلبر جان !!! ... »
بې واکه مې د سر او زړه سترګې هغه خوا ته ور واوښتې او تېرو یادونو په ژورو چورتونو کې ډوب کړم .
انډیوال مې لومړی په برګو، برګو راته وکتل، بیایې زما پر حال د رېشخند او خواشینۍ سر وښورا وه او په ګړندیو ګامونو را څخه روان شو؛ پرته له دې چې مخ راواړوي ویې ویل : « ماته خو هوښیار سړی ښکاریدې خو چې داسې ده نو زما او ستا لارې سره بېلې دي!!! ته خپله او زه به خپله کوم !!! »
",ښــــــــــــــــــــــکلا
2207,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ",څوسياسي خبري او دافغانستان ودانول - ٢٢مه برخه
2208,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ ",څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول - ٢٣مه برخه
2209,محمدشفيق حقپال,"
دسپرلي زيرى
گل راكړه آشنا دسپرلي زيـــــــــــــــــــري كي
راشه خواپه خوادسپــــــــــــــــرلي زيري كي
شونډي دغوټۍ په مســــــــكاښكلي شوې
راشه شو پخلادســـــــــــــــــــپرلي زيري كي
بربنډه په زړه كي دحـــــــــــــــــــــــسنونو شوه
وگوره ښكلاد سپــــــــــــــــــــــرلي زيري كي
دخيال نيليه ځغله هـــــــــــــــــــــيلوهيلو كي
يار به شي رضا د سپـــــــــــــــرلي زيري كي
داغ دلاله ښـــــــــــــــــــــــكلى لا په پرخه شو
خوښى نه يې ژړا دســــــــــــپرلي زيري كي
ختمي كړه کيســـــــــــــــــــــې دهجرانونو ته
وكړه نور وفا دسپـــــــــــــــــــــــرلي زيري كي
مه كړه بهانې چــــــــــــــــــــــــي زه يې نه منم
راشه بسم الله دســـــــــــــــــــــــپرلي زيري كي
ومينځو دعوې په محبــــــــــــــــــــــــــــت سره
سيند به كړې قضا دســــــــــپرلي زيري كي
لوټ شو در قـــــــــــــــــــــــــيب په چل ول سره
كاڼي كړه خـــــــــــــــــــــطا دسپرلي زيري كي
دا خزان وهــــــــــــــــــــــــــــلى بڼ ستومانه دى
بس كړه نور جـــــــــــــــــفا دسپرلي زيري كي
ستړى دكجكــــــــــــــــــــــول په ټنگولو شوم
خير كړه اشنا دســـــــــــــــــــــــــپرلي زيري كي
لري نيم پــــــــــــــــــــــــــلو يې چي له مخي شو
لا ړله حيا دســـــــــــــــــــــــــــــپرلي زيري كي
غر يم دځــــــــــــــــــــــــــــــــــــــغملو جفا گانو ته
غواړې كه پناه د سپـــــــــــــــــــرلي زيري كي
",دسپرلي زيری
2210,,"
",
2211,,"
د کب په ٢٤مه نيټه په کابل کي د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزير، مخدوم رهين، په وړاندي يو لاريون تر سره سو چي د هغۀ د بيلابيلو نادودو لامله يي له مشرو چارواکو وغوښتل چي رهين له دندي ګوښه کړي او په ځاي يي يو ريښتيني افغان او ملي شخصيت راولي. کارجنو مظاهره چيانو رهين د دولتي رسنيو، په ځانګړي توګه دتلويزون او راډيو، په ناوړه کاروني تورن کړ.
په ښاغلي رهين باندي له اوږدي مودي راهيسي پراخي نيوکي کيدي چي ددې په ځاي چي ازادو ډله ئيزو رسنيو ته وده ورکړي هغوي سانسوروي او په خپله خوښه يي برابروي. ددۀ په وړاندي دا دريم په پرتليزه توګه ستر لاريون دي چي ددۀ د وزارت چلولو په موده کي ترسره کيږي. په پروني لاريون کي په سلګونو کابل ښاريانوچي ډيري يي ددۀ د پخوانۍ ' شورا' غړي وو ګډون کړي وو.
له لاريون کونکو نه به يي واورو:
لاريون کونکو خپله مظاهره د شاه دوشميره څخه پيل کړه او ارګ ته نږدي په پښتونستان څلورلاري کي سره غونډ سول. دوي ويل د رهين کړنلاري د دموکراسي او ولسواکي د آرونو پر خلاف دي ځکه چي دي هڅه کوي دولتي رسنۍ تر خپل نيواک لاندي وساتي. د دوي غوښتنه له ولسمشر کرزي نه د رهين ژرترژره ګوښه کول وو چي تر اوسه پرې چا غوږ ندي ګرولي.
لاريون د کابل د ښاريانو د شورا لخوا په لار اچول سوي وو. رهين تر څو ورځو مخکي دهمدې شورا په خپل سر ټاکلي سوي مشر وو چي تر اوسه ډاګيزه نده ولي دي له هغې نه واويستل او يا وشړل سو. که څه هم رهين ادعا کوي چي دۀ په خپله خوښه شورا پرېښوده خو پرون د لاريون کونکو خبرو داسي ښوده چي کومه شخړه يي تر منځ وه.
يوو لاريون کونکي ويل: (( رهين ټول تلويزونونه او راډيوګاني په خپله ګټه را څرخوي)). بل ويل: (( رهين راډيو او تلويزون سانسوروي او دا خپله د دموکراسي په خلاف يو کار دي )). بل بيا ويل: (( اوسنې حکومت دخلکو او ملي حکومت دي، حکومتي تلويزون او راډيو هم بايد ملي او دخلکو وي، نه داچي د يوو سړي په طبعه)).
د مخکينيو مظاهرو پايله؟
د رهين په وړاندي لومړي لاريون د ١٣٨١ کال د زمري په مياشت کي ترسره سو چي هغه وخت مظاهره چيانو ددۀ د ګوښه کولو لپاره په تاوتريخوالي لاس پوري کړي وو او د اطلاعات او کلتور وزارت د ودانۍ شيشي يي په تيږو ويشتلي وي. خو هغه مهال رهين په غبرګون کي اعتراض کونکي خپل شخصي دښمنان او وراني کونکي وبلل. دا لاريون په پخوانۍ لنډمهاله اداره کي د رهين له ټاکلو لږ موده وروسته پېښ سو چي د مظاهره چيانو غږ چا وانه وريدۀ.
دويم لاريون د ١٣٨٢ کال د چنګاښ په مياشت کي بيا هم د اطلاعات او کلتور وزارت مخ ته ترسره سو چي د رهين ګوښه کيدل يي غوښتل. هغه مهال لاريون کونکو رهين د يوي ورځپاڼه چلونکي په ملاتړ نيوکه کوله چا چي په دموکراسي کي د اسلام د ونډي په هکله پوښتنه اوچته کړي وه او، دستري محکمي په وينا، دين ته يي له سپکاوي ډکه ليکنه ليکلي وه. ويل کيږي رهين هغه وخت د آفتاب ورځپاڼي ايراني چلونکي، حسين مهدوي، سره مرسته کړي وه ترڅو د څارنوالي له نيونځي نه پښي سپکي کړي او له هيواده بهر ولاړ سي. په دې ډول اسلام ته د سپکاوي په تورونو د مهدوي په محاکمه باندي خوله پټه سوه. خو هغه وخت هم هيچا د رهين د ګوښه کيدو او د محکمي د فتوا له مخي له 'بيدينانو' سره د هغه د مرستي په اړه چا سر ونګرزاوه.
داځلي به وګورو چي ولسمشر کرزي چا چي يوه رايه له رهينه او په ميلونونو رايي له ولسه اخيستي د خلکو غوښتنو ته څه ډول ځواب وايي ؟!
",د رهين په وړاندي د کابل لاريون څه شي وهڅاوو؟
2212,,"
",
2213,,"
٢٥ د کب ١٣٨٣
په دې وروستيو کې د ښوونې او روزنې وزارت يو شمېر رئيسان د نوموړي وزارت د مقام لخوا تبديل او يا خوهم ګوښه شويدي، له دې ډلې څخه د دې وزارت اداري رئيس کرم خېل هم دى چې ، دخپلې پخوانۍ دندې پرېښودلو اود نوې څوکۍ منلو ته چمتو نه دى .د ښوونې او روزنې وزارت، اداري رياست د هغه وزارت له مهمو رياستونو څخه دى چې، ټولې مالي او اداري چارې پرمخ بيايي.د ښوونې او روزنې وزارت اداري مشر، محمد صديق کرم خېل د ادارې په بېلا بېلو برخو کې له ٣٤ کلونو راپدېخوا دنده ترسره کوي.ده ته د کب په ١٩ مه نېټه د نوموړي وزارت د مقام د مکتوب پربنسټ د ښوونې او روزنې وزارت د پلټنې د رياست غړيتوب ورکړل شويدى.له دې سره سره چې، نوموړى اوس د ښوونې او روزنې د وزير د غوښتنې له مخې د دې وزارت اداري رئيس ندى، بيا هم خپله پخوانۍ دنده پرمخ بيايي .
",د ښوونې او روزنې په وزارت کې وروستي بدلونونه
2214,,"
٢٥ د کب ١٣٨٣
دولتي سرچينې وايي چې، ځواکونو يې په تېرودوه و ورځوکې دزابل په ولايت کي په دوه بېلابېلوعملياتوکي په طالبانوپورې اړوند دولس تنه نيولي دي دکورنيوچارو وزارت دمطبوعاتي دفترمسؤول د کب په ٢٥مه خبريالانوته وويل چې، اوه تنه طالبان يې دحوت په ٢٤مه دزابل ولايت دخوازپه سيمه کي نيولي دي .دى زياتوي چې ، نيول شوي کسان د APO خيريه موسسي دانجنېرانوپه تښتولو تورن دي .دنوموړي پر وينا ، ياده شوې موسسه يوه خيريه موسسه ده چې،په روانه اونۍ کي يې څوتنه کارکوونکي شکمنوطالبانو د زابل په ولايت کې يرغمل کړي وو اووروسته بېرته راخوشې شول . ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل .دغه راز دافغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي دحوت په ٢٤مه خبريالانو ته وويل چې، په کندهارکې دملي اردو د٢٠٥اتل قول اردو ځواکونو پنځه تنه طالبان نيولي دي .نوموړي د نيول شويو طالبانو له ډلې څخه د دريو تنو نومونه ملادرمحمد ، علي او لعل محمد ياد کړل .خودکورنيوچارو وزارت دمطبوعاتي دفتر مسؤول بياوويل چې، له دې پنځوتنوطالبانوسره يي يوه اندازه وسلې هم نيولي دي ",په کندهار اوزابل کي پوځي عمليات شوي دي
2215,,"
٢٥ د کب ١٣٨٣
په افغانستان کي د امريکا د پوځ يو قومندان وايي چي په تيرو شپږو مياشتو کي پر امريکايي پوځونو باندي د طالبانو له لوري بريدونو کښي پام وړ کموالی راغلی دی .
ډګر جنرال ډيويډبارنو نن کابل ته څېرمه د بګرام په هوايي ډګر کي يوه خبري کنفرانس ته دا خبره وکړه .
هغه وويل چي سره له دې چي باور يې کاوه په پسرلي کي به د طالبانو له خوا بريدونه زيات شي خو اوس داسي ښکاري چي د بغاوت تاو مخ په کميدو دی .
نوموړي وويل ، د امريکايي پوځونو له خوا طالبانو ته د بخښني اعلان چي د افغانستان دولت يې ملاتړ کوي ، دا بغاوت نور هم کمزوری کړي .
سږکال د روغي جوړي د پروګرام له مخي څه د پاسه ديرش تنه طالب جنګيالي امريکايي پوځونو ته تسليم شوي دي ، چي هغوی به يې ملکي ژوند ته د راستنولو په نيت افغان دولت ته وسپاري .
",په تيرو شپږو مياشتو کي د طالبانو بريدونه کم شوي دي
2216,,"
٢٥ د کب ١٣٨٣
د افغانستان د ټاکنو د کميسيون مشر بسم الله بسمل وايي چي د هيواد د ولسي جرګې د ټاکنو د نېټې د ځنډولو پر وړانديز باندي ږغيږي .
نوموړي دا خبره نن په کابل کي د سياسي ګوندونو غونډي ته وکړه ، هغه وويل چي دغه کميسيون د هغه وړانديز ملاتړ کوي چي وايي ( ټاکني دي د روان کال د سپټمبر تر مياشتي پوري وځنډول شي ) ټاکل شوې وه چي دغه ټاکني دي د روان کال د می په مياشت کي وشي . خو ملګرو ملتونو ويلي دي چي ټاکني بايد وځنډول شي ځکه چي حکومت لوجستيکي ستونزي نه دي حل کړي .
د ټاکنو مسولين لا اوس هم د ټاکنو پر هغو ستونزو باندي ږغيږي چي په ځينو ښارونو اوولسواليو کي د نفوسو شمېر او په ولسي جرګه کي د هغوی ونډه مالومه شي .
افغانانو د ولسمشرۍ لپاره ټاکني په تېر زيږديز کال کي تر سره کړې ، که د ولسي جرګې ټاکني په سمه توګه تر سره شي ، دا به په دې هيواد کي د ولسواکۍ پر لور يو بل ګام وي .
",دولسي جرګې د ټاکنو د نېټې د ځنډولو وړانديز شوی دی
2217,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
وسله وال پوځ
په هر هیواد کې وسله وال پوځ چې ډیر یې له عسکرو او پولیسو څخه جوړ شوی وي مهمه دنده یې د کورني او باندني امنیت ټېنګښت ، د اساسي قانون او نورو قوانینوڅارنه او ساتنه ده. ددغو وطنپالو ملي دندو په سپیڅلي توګه په سر ته رسولو سره وسله وال پوځ د ټولنیز عدالت،د پرمختیا او پراختیا لپاره د سمون او ټېنګښت لار اواروي، دا ځکه ویلی شو چې وسله وال پوځ د هر هیواد ډیره لوړه ملي پانګه ده . خلک د مالیې او نورو ټکسونو په ورکولو سره د وسله وال پوځ لګښت په غاړه لري . هرڅومره چې د یوه هیواد وسله وال پوځ په لوړه ښوونه، روزنه، په عصري وسلو او بشپړ لوژسټیکي اړتیاوو سمبال وي په هماغه اندازه د سوله ییزو او رغنده کارونو لپاره لاره اوارېږي .
څرنګه چې وسله وال پوځ د هیواد د ټولو خلکو(بیت المال ) له پیسو څخه خړوبیږي . داځکه د ټول هیواد په خلکو پورې اړه لري او مهمه دنده یې هم له عمومي ملي ګټو څخه ملاتړ اوخوندي ساتل دي . له دې کبله او د همدغه اصولو او قانون له حکم سره سم وسله وال پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنې نه کوي . په هیوادکې سیاسي چارې د سیاستوالواو سیاسي غورځنګونو له خوا د اساسي قانون او نورو قوانینو پر اساس پر مخ بیول کیږي . که چیرې پوځیان د سیاسي ګوندونو غړي وي هره ورځ د دوی تر منځ د پلوي ګوندونو د تګ لارې د تبلیغولو او جلب وجذب په سر په پوځي کنډکونو کې داسې پلوي خبرې اترې او ګډوډۍ رامنځ ته کیږي چې د درناوي وړ پوځي انضباط او ډسپلین کمزوري او ان تر پښو لاندې کیږي چې دغه ناوړه کار نه يوازې له پوځي ډسپلینو سره سر نه خوري بلکې په خپل لاس د ملي ګټو او هیواد د بربادۍ په لوري ګام اوچتوي او هر چا ته دا متل ور په یاد وي چې وایې : «کفر که از کبه خیزد کجا ماند مسلماني . » دا ځکه هر یو پوځي او پولیس افسر د زده کړو په پای کې لوړه کوي چې « دخپل هیواد ملي ګټې، د اساسي قانون حکمونه او ارزښتونه به پلي کوي، د خاورې بشپړتیا او د ملي حاکمیت ساتل به خپله ایماني دنده بولي اوکلک ملا تړ به یې کوي . »
په افغانستان کې تېرې تجربې دا خبره په ډاګه کړه چې ځینو لوړې ماتوونکو پوځي افسرانو چې د پوځي کودتا له لارې یې په سیاسي چارو کې ځانونه او پولیس ورګډ ګړل نه یوازې یې خپل ملي ارزښت او څرنګوالی له لاسه ورکړ بلکې له خپلو اساسي ملي دندو څخه هم لرې پاتې شول چې پایله یې د ملي وسله وال پوځ او پولیسو په له منځه وړلو او د هیواد په بربادۍ تمامه شوه .
د افغانستان او د ټولې نړۍ تجربې ددې رښتیا خبرې څرګندوی دي چې هر مهال وسله وال پوځ د خپلې هوښیارۍ او د خپلې ملي دندې د پېژندلو له مخې سیاسي چارو ته له ورننوتلو اوپه سیاسي چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه کړي ده او سیاست یې سیاستوالو ته ور پرې ایښی دی او خپلې ملي دندې یې په سپیڅلتیا سره سرته رسولي دي بې له شکه یې په پوره باور او ډاډګیرنې د ملي ګټو،ټولنیز عدالت، پرمختیا او پراختیا لپاره د ولسواکۍ په اصولو کې لاره پرانیستي ده .
په دې اړه د ملي کسانو، سیاسي ګوندونو او غورځنګونو کړه وړه او دندې هم ډیرې درنې او د پام وړ دي، دوی نه باید د ملي پوځ او پولیسو افسران د سیاست بازۍ ډګر ته راوکاږي خپل ګوند او یا غورځنګ ته یې جذب کړي . ځکه چې دا کار له یوې خوا د قانون، ملي ګټو او ټولنیز عدالت پرخلاف عمل دی او له بلې خوا په ولسواکۍ باندې باور نه درلودل، دکاسې لاندې نیم کاسه او په سیاسي چارو کې د پوځیانو ور ګډول د رښتیني سیاست بې اتباره کول، کمزوري کول او د ولسواکۍ له چوکاټ څخه د ماجراجویۍاو ګډوډۍ لوري ته ورټیله کول او همدارنګه په پوځي ځواکمنو منګولو کې د سیاستوالو لوبېدل او یو ځل بیا د بربادۍ په لوري تلل دي .
د پخوانۍ ترخې تجربې له مخې غواړم په دې خبره ټینګار وکړم چې که چیرې په کوم ګوند کې پوځیان ګډون لري هغه سیاسي ګوند نا بلکې یو پوځي ګوند دی او پوځي ګوند خو لا څه ان چې هېڅ پوځي هم سیاست ته د ورګډیدو او په سیاسي چارو کې د لاسوهنې قانوني حق نه لري . په کومو هیوادونو کې چې د تجربو له مخې دغه ملي پوهه رامنځ ته شوي ده، دوی توانیدلي دي چې له خپلو حالاتو سره سم په خپل هیواد کې ولسواک ملي نظام ټېنګ او دهرې ورځې په تېریدو سره خپل ګامونه د پرمختګ په لوري ګړندي کړي .
که له رښتیا څخه سترګې پټې نه کړو او د افغانستان تېرو حالاتو ته د وطنپالنې په نظر وګورو تر هغه مهاله چې وسله وال پوځ د اساسي قانون ارزښتونو ته درناوی کاوه او د سیاست عملي ډګر ته نه وو ورننوتلی او سیاسي چارې د سیاستوالو له خوا تر سره کیدې د ګران هیواد افغانستان ملي ټولنیز ژوند اوناپیېلی سیاست په سوله ییز او ارامه فضاکې په سوکه او سوکاله توګه پر مخ روان و . خو کله چې د اساسي قانون د غوره ارزښتونو اولوړې پرخلاف پوځیان سیاست ته ورګډ شول رڼا ورځ په تکه توره شپه بدله شوه، د نورمال نا پیېلي سیاست او ملي ژوند ځای د پیېلي سیاست او له غمېزو څخه د ډک ژوند په منګولو کې کېوت چې ړنګې ویجاړې یې په خپلو سترګو وینو او د ډیرو ويرجنو او غملړلیو پیښوشاهدان يو .
افغان همته تر غـــــــــرونو غره
تـــــــر هــــــره بــره لا پسې بــــره
هر کبرجن ته د نمرود میاشي
په تشو لاسو، بې زور او زره
( له سپرغکې څخه )
",څوسياسي خبري او د .... (٢٤مه برخه) وسله وال پوځ
2218,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
ولسي جرګه
د قانون جوړوونکي ځواک په هکله په ( ۵ ) مخ کې څرګندونې شوي دي . دلته غواړم په ګران هیواد کې د اولسي جرګې د ستونزو په هکله خبرې وکړم . موږ د افغانستان په تاریخ کې د نورو دموکراتیکوهیوادونو په څېر اولسي جرګه نه درلوده . په هغو دموکراتیکو هیوادونو کې چې په پارلماني سیسټم اداره کیږي، پارلمان د ګوندي ازادو ټاکنو له لارې منځ ته راځي هر ګوند چې په ټاکنو کې اکثریت تر لاسه کړي هغه حکومت جوړوي چې د ډیرښت له کبله د قوانینو په تصویبولو او د نورو پرېکړو په هکله ډیرې ستونزې نه لري . که څه هم مخالف ګوندونه د ځنو پریکړو په سر ورسره مخالفت کوي خو څرنګه چې په پارلمان کې لږه کي وي د حکومت د وړاندیزونو مخه نه شي نیولی .
موږ په افغانستان کې دا ډول اولسي جرګه نه درلوده. کله، کله مو په نادره توګه داسې اولسي جرګه درلوده چې ځنې غړي یې په اټکلي توګه په دموکراتیک ډول ټاکل شوي وو(۷مه، ۱۲مه او ۱۳مه ) موږ په هغه مهال هم ددې خبرې شاهدان وو چې حکومت له اولسي جرګې سره زیاتې ستونزې درلودې ؛ داسې چې اولسي جرګه د پراختیایې پلانونو او دملي ژوند پرمخبیولو کې خنډ وه اوپه ډول ډول پلمو یې د ورځنیو کارونو په مخ کې خنډونه رامنځ ته کول . چې له دې کبله به په هره تقنیني دوره کې څو حکومتونه تلل او را تلل . دا ځکه دا دخبرو اترو وړ یوه پوښتنه ده چې دا رنګه ولسي جرګه د هیواد د پرمختیا لامل کیږي اوکه د غړنتیا؟
کیدای شي چې دغه خبرې اترې داسې پرانېزو :
داولسي جرګې ډیر غړي له کلیوالو سیمو (لویو ولسوالیو او ولسوالیو) څخه راځي،چیرته چې د ټاکنو مبارزه په دودیزه تو ګه دقومي مشرانوترمنځ کیده،دودیز ډول یې هم داسې و چې هر چا زیات لګښت کاوه، زیات پلویې ورکاوه، قومي مشران او ملایان یې په سوغاتونو خوشالول هغه په ټاکنو کې ګټونکی کیده . دا رنګه ګټونکي چې ډیر یې کم لوستي وو اوخپلې دندې یې ښې نه پېژندې اوخپلو خلکو ته یې د سیمه ییزو ستونزو د اوارولو لپاره زښتې ډیرې ژمنې وړکړي وې چې ځنې ژمنې یې د ډول، ډول علمي او اقتصادي لاملونو له کبله نه شوې تر سره کیدای ؛ کله چې اولسي جرګې ته راتلل زیات عقل ، فکر یې په دوو شیانو بوخت و چې څرنګه لګول شوي پیسې بېرته تر لاسه کړي او څنګه ورکړي ژمنې سر ته ورسوي . دا ځکه د اولسي جرګې ډیر غړي د خپلو دندو په ځای چې حکومت ته د رایې ورکول او د دوی د کړو وړو څارنه ده . د وړاندې شوو قوانینو، د تګ لارو،د پرمختیا او پراختیا، تولیدي، ودانولو، او د فرهنګي چارو د پلانونو، د دولتي بودجې او د پیسو د خپرولو څېړنه او تصویب او داسې نورې دندې یې په فکر کې اړینې نه ورګرځیدې، هره ورځ یې د خپلو بیپارانو له ډول، ډول غوښتن لیکونو څخه غېږ ډکه وه؛ له پخوانۍ ژمنې پرته به د هغه او دغه دفتر په دروازه ور ننه وتل چې په دې ډول یې هم خپل او هم د دولتي چارواکو وخت زیانمن کاوه . که چیرې ځنو لوړ پوړو چارواکو به د دوی ځانګړي او بې قانونه غوښتنې ونه منلې دوی به یې اړوندو جرګه ګیو ته ورغوښتل او له سپکو، سپورو ډک چلند به یې ورسره کاوه ، داخو لا څه کله، کله یې د اولسي جرګې تربیون هم د دوی په وړاندې کارولو.
بله ستونزه دا وه چې د اولسي جرګې غړي ګوندیان نه وو چې حکومت د دوی له لارښود سره خبرې کړي وای . د اولسي جرګې ټول غړي تر دوو سوو زیات په خپل سر کسان وو چې هر یوه بې شمېره سیمه ییزې ، اړینې اوبې قانونه ځانګړي غوښتنې درلودې . څرنګه چې حکومت د اقتصادي او تخنیکي کمزورتیا له کبله او همدارنګه یې له قانوني چوکاټ څخه د باندې بې قانونه کارونه ؛ نه شوای کولی او د اولسي جرګې د ډیرو غړو په قانوني خبرو سر نه خلاصیدو ځکه به د دوی تر منځ همیشه د بز کشۍ لوبه دومره توده وه چې د دولتي کارونو د پرمختګ په ځای یې کارونه په ټپه درولي وو له دې کبله داسې اندیښنه شته چې که چیرې راتلونکي اولسي جرګه په ګوندي ډول رامنځ ته نه شي بیا هم ددارنګه ګډوډیو امکان لرې نه برېښي . ان چې کله،کله سړي ته داسې اریانوونکی شک هم ور پیدا کیږي چې که اولسي جرګه په ګوندي ډول د خپلواکو رایو پر بنسټ هم جوړه شي چې په خپله د ولسواکۍ ښکاره پدیده ده؛ ښایې د ځنو لاملونو له کبله لکه د اولسي جرګې په ۷مه، ۱۲مه او ۱۳مه دوره کې چې ځنې لاسپوڅي ګوډګیان د ولسواکۍ تر سیورې لاندې د ولسواکۍ له منځه وړلو څرګنده او انکار نه منونکي بیلګه ده؛ بیا د ولسواکۍ په وړاندې خنډ شي . همدا رنګه که چیرې اولسي جرګه د وروسته پاتې او د ولسواکۍ ضد کسانو په منګولو کې ولوېږي د دموکراتیکو قوانینو او پلانونو منل به له سختو خنډونو سره مخامخ شي داځکه اړینه ده چې راډیو، تلویزیون، ورځپاڼي، اوونیزې او مجلې په خپلو خپرونو کې خلک خپلو ملي ګټو او وطنپالنې ته و هڅوي .
خبره داسې ده چې ولسواکۍ یو سیسټم دی، دا سیسټم باید په ټولو اقتصادي، سیاسي،ټولنیز، فرهنګي او نورو چارو کې واخښل شي . پر ټولو باندې واکمن او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له ارزښتونو سره سم د هیواد په ټول ملي ژوند کې د ولسواکۍ او دموکراتیک نظام پر پنسټ نظم پیدا کړي . د ولسواکۍ په نظام کې ډیر غوره کار ځانګړي ازادۍ ته درناوی او سر ټیټول دي یانې چې هر انسان د خپل ژوند د خوښولو داسې ازادي او واک ولري چې څرنګه کالي اغوندي، څنګه او څه ډول ډوډۍ خوري، کوم سیاسي نظر خوښوي او داسې نور .
ښکاره ده چې د حالاتو په نظر کې نیولو سره د افغانستان د ژوندانه په ټولو چارو کې د ولسواکۍ سیسټم په بشپړه توګه پلي کول نه یوازې اسان کار نه دی بلکې په دې لاره کې دومره ډیرې ستونزې او لوړې، ژورې پرتې دي چې که په ورو ګامونه وانه خیستل شي ښایې دغه ولسواکي هم د تېرو ولسواکیو غوندې نه یوازې له خنډونو سره مخامخ شي بلکې بیا به مو هم ټولې لاس ته راوړنې د سترو غمیزو او ړنګو ویجاړو په خونړي سمندر کې لاهو شي .
که چیرې په افغانستان کې یوازې په ازادودموکراتیکو ټاکنو او اولسي جرګې زړه خوشال کړواوداولسي جرګې پایله هم ددموکراتیکوارزښتونو او د ولسواکۍ پر بنسټ د دموکراتیک نظام د پرمختګونو په مخنیوي بدله شي نو ددغه ملي ستونزې د خبرې سر به تر کومه ورسیږي او دغه ستونزه به څرنګه اواره کړو؟ داډیره پېچلي پوښتنه ده چې ځواب به یې اوږد عملي کار، د اولسواکۍ په لوري تګ او د دموکراتیک نظام جوړول ورکړي . خو په جمهوري سیسټم کې چې ولسمشر په سیده ډول د ټولټاکنو له لارې ټاکل کیږي د ولسمشر په هکله د اولسي جرګې رایې اړینې نه دي خو اولسي جرګه حق لري چې حکومت ته د منلو او یا نه منلو رایې ورکړي او د دوی د کارونو څارنه وکړي .
",څو سياسي خبري او . . . ( ٢٥مه برخه ) ولسي جرګه
2219,,"
",
2220,,"
",
2221,نفيسه اصف - اتريش ويانا,"
د ښځو نړيواله ورځ د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقوقو د ملاتړ د ټولنې ( GURAF ) له خوا د ٢٠٠٥ زيږديز کال د مارچ دمياشتي پر ١٢ نيټه د ويانا په ښار کی په ډير درنښت ونمانځل شوه .
په دغه غونډه کي د دې ورځي په هکله چه ولي دا ورځ او بيا ولي د مارچ په اتمه نمانځل کيږي او ددې اصلي موخه څه ده، د نفيسه آصف لخوا برخه والو ته په زړه پوری معلومات ورکړ ل شو ل او انساني کرامت او په تيره بيا مينې ته د احترام په هيله دا ورځ د< مينه سوله مينځ ته راوړي او سوله مينه > تر سرليک لاندی چه په هر ځای په تيره بيا د افغانستان لپاره مهمه خبره ده ونمانځل شوه.
وروسته بيا د ټولنې مشرې ماسټرې زرکه مليار د ټولنې او د دی ورځي په وياړ لنډي خبرې وکړې .
همدا راز دټولني مرستيالي د نړيوالو ادبياتو څخه د پورتني سرليک په نظر کی نيولو سره په زړه پوری ليکني مينه والو ته وړاندې کړې.
ښکلي شعرونه او نثرونه د افغانستان د ادبياتو څخه غوره شوي وه چه د ملکه سيد او زکيه محسني لخوا ولوستل شول چه دميلمنو لخوا په تودو ولولو سره بدرګه شو ل .
همداراز د له لارې دټولنې د درې پوروژو مصور خبرونه چه دوه يې د محلي دايي پروژې په ننګرهار او بله يې د يوه ښونځي جوړولو پروژه په لغمان کی ده د غونډی برخه والو ته وروښودل شول او څلورمه چه په بدخشان کې به په نژدې راتلونکې کې د محلي دايانو د روزنې پروژه پيل شي معلومات ورکړل.
همدا راز دهجرت د هنري فلم څو لنډې صحنې چه د محترم ډاکټر واحد نظري او زمونږ د درنو هيوادوالو لخوا په اروپا کې جوړ شوۍ په ويانا کې افغانانو ته ورښکاره شوې چه په ١٣ د مارچ دا فلم د نندارې لپاره برابر شوی وو. غونډه د په زړه پورې کنسرت نه وروسته چه په سلګونو افغانانو او اطريشيانو په کې برخه اخيستې وه پاې ته ورسيده.
افغانه حقوق پوه اغلې زرکه ماليار غونډي ته وينا کوي
د اطريش د ويانا په ښار کي د ښځو نړيواله ورځ (د غونډي يوه څنډه )
په اطريش کي دښځو د نړيوالي ورځي په مناسبت جوړه شوې غونډه
يوه له وينا کوونکود ښځو د نړيوالي ورځي په اړه خبري کوي
يوه له وينا کوونکو غونډي ته وينا کوي
اغلې نفيسه اصف د هجرت هنري فلم د لوبغاړو په منځ کي
",په ويانا کي د ښځو نړيواله ورځ ونماځل شوه
2222,,"
٢٦ د کب ١٣٨٣
د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزير واي چې په هيواد کې د لسولويوښارونو او زياتو نورو ښارګوټو د جوړولو پلان لري. خو د مځکو د يوې پياوړې مافيا موجوديت په هيواد کې د ښار او کورونو د جوړولوچاري له کلکو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
انجينير يوسف پښتون وويل چې د ښاري ماسټر پلان د برابرولو لپاره بايد دغه مافيه ماته او د خپل سريو مخه ونيول شي.
دغه راز د کارپوهانو ، انجينيرانو او مسلکي کارګرانو کمښت، اداري فساد اوبډې اخېستل هم دودانولود چارو په واړندې خنډونه بلل کيږي. ",په افغانستان کې ښارجوړونه د ستونزو سره مخامخ ده
2223,,"
٢٧ د کب ١٣٨٣
يو امنيتي چارواکې واي نن په کندهار کې په سړک د يو بم په چاودنه کې لږ تر لږه ٥ کسه ووژل شول او ٣٠ نور ټپيان شول.
د کندهار د امنيې د قومندان مرستيا جنرال سليم خان وويل چې دغه بم په يو ه ټکسي موټر کې چې څلور ښځې او درې ماشومان په کې سپاره و، ځاي په ځاي شوي و چې د چاودلو له امله يې دغه زړه بوګنونکې پېښه رامنځ ته شوه.
اوس د کندهارد ښار د پېښې دغه سېمه امريکايې او رومانيايې ځواکونو تړلي ده او د پېښې پلټنه روانه ده. ",په کندهار کې د بم د چاودنې له امله پنځه کسان مړه او ديرش ټپيان شوي
2224,,"
٢٧ د کب ١٣٨٣
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کندوليزه رايس نن کابل ته ورسېدله. په کابل کې يې دافغانستان د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي او د بهرنيو چارود وزير عبدالله سره وکتل.
کندوليزه رايس په يوه مطبوعاتي کانفرانس کې وويل چې امريکا د تيرو تجربو څخه زدکړي چې افغانستان بياداسې يواځې پرې نږدي لکه چې د شوروي پوځونو د وتلو نه وروسته يې پريښې و.
هغې وويل چې د افغانستان پارلماني انتخابات به د سنبلې يا ميزان په مياشت کې تر سره شي. ",کندوليزه رايس کابل ته ورسېدله
2225, نطيفه غزل,"
د جوزجان ولايت د دشتي ليلي سيمې ،د قوش تپې او خوجه دوكوه ولسواليو يوه ډله كوچيانو د شمالي ولاياتو د خپل سرو مسلح كسانو نه شكايت وكړ چې د هغوى د څارويو د هرې رمې نه شپږ ميږې په زوره د قلنګ او باج په نامه اخلي ، د حاجي زراب ګل په نامه يو مالدار وويل چې د جوزجان ولايت په خطاى ساى ، زمرات ، بزغاله خور ، تركمن قدوق ، قدوقلي او د دشتي ليلي په شاوخوا كې د كوچيانو يو نيم سل رمې څري او همدا ځايونه يې د سپرلي ورشو ګانې او چراګاوې دي همدا كوچيان وايي د ولايت مقاماتو يې هيڅ عرض نه دى اوريدلى او دوى مجپور دي چي د افغانستان عالي رتبه كسانو ته عارض شي ",د كوچيانو څاروي په شمال كې د ټوپكوالو د خوا نه په زوره بيول كيږي
2226,,"
د کندهارپه ښار کې د کب په ٢٧ مه د يوې چاودنې په تورچې، ٥ تنه په کې مړه او ٣٢ نور په کې ټپيان شول امنيتي کسانو يو شکمن کس نيولى او طالبان وايي چې ، دوى په دې پېښه کې لاس نه درلود .دکندهاردامنيت امرجنرال سالم احساس د کب په ٢٧ مه خبريالانو ته وويل چې، شکمن نيول شوى کس له ملي امنيت سره ترپوښتنو ګروېږنو لاندي دى خو د طالبانو وياند مفتي لطيف الله حکيمي د يوه نامالومه ځايه د پېښې په اړه وويل : داکاردهغوافغانو جنګ سالارو قوماندا نانودى چې، ډي ډي آرشول ، له واکه ولوېدل ، خداى ته هم سپک شول اوامريکا يانو هم له پامه وغورځول . جنرال احساس دا هم وويل چې، دکب د٢٧ مې په سهار دکندهارلويديځ ته دسرپوزې په سيمه کې هم يوه بله بمي چاودنه شوې ده خو تاوان يې نه دى اړولى .
د پېښي عيني شاهدان وايي چي نن سهار د کندهار ښار لويديځ خواته د ميرويس نيکه زيارت ته نژدې دپنجوايي دوراهي سره يو دوه سيټۀ بايفور موټر په بم کي والوت ، دا څرګنده نه ده چي موټر چاوديدونکي مواد بارکړي وو ، او که پر ماين وخوت .
ويل کيږي چي په دې پېښه کي مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې .
تر چاودني وروسته د پېښي سيمه _ کندهار ښار دحضرت جي بابا بازار
د چاودني سيمه تر پېښي وروسته د امريکايي پوځونو له خوا بنده شوه
",د کندهار د بمي چاودنو په تور يو کس نيول شوی دی
2227,,"
په کندهار کي يو پلار چي زوی يې څه موده مخکي تښتول شوی و ، وايي چي د خپل زوی مړی يې په داسي حال کي وموند چي ځينې اندامونه يې تښتوونکو وېستي وو او ځينې يې حيواناتو خوړلي وو.١٢ کلن نقيب الله د کندهار ښار د لويې ويالې اوسېدونکى دکب پر لومړيو ورځو کې له خپل کور څخه تر وتلو وروسته د ناپېژاندو کسانو لخوا تښتول شوى وچې، پوليسو يې مړى د کب پر دولسمه ترلاسه کړ . د کندهار په امنيې قوماندانۍ کې د امنيت د آمر جنرال محمد سالم احساس پر وينا، دوى د ماشوم مړى د ارغنداب ولسوالۍ د مرجان په غرونو کې و موند دنقيب الله پلار حاجي بسم الله خان چې، دخپل زوى دقاتلينو يا دتښتوونکو په هکله يې دچا نوم نه په ګوته کاوه وويل چې، حکومت دتښتوونکو دنيولو او ورته په جزا ورکولو کې پاتې راغلى دى.ده دکب پر ٢٧ مه پژواک خبري آژانس ته وويل : ((که حکومت يو اعدام کړي او سر ترې پرې کړي نو بيا به څوک دکوم ماشوم دتښتولو جر ئت ونه کړي.))په داسې حال کې چې، دنوموړي له سترګو څخه اوښکې روانې وې او سر يې ټيټ نيولى و، ويل يې چې، هغه مهال په دې خوشحاله وو چې، تښتوونکو پيسې غوښتي دي او دپيسو په ورکولو به يې زوى پرېږدي.دکندهار ولايت اوسېدونکي چې ،د ماشوم تښتونې دمخ په زياتېدونکو پېښو له امله ډېر زورېدلي دي له دولت څخه ددوى دنيولو او اعدام غوښتنه کوي خو امنيتي چارواکي وايي چې، دوى ته يوازې دماشوم تښتونې د دوه و پېښو راپور ورکړل شوى دى، خو اکثره اوسېدونکي دماشوم تښتوونکو دګواښونو له امله پوليسو ته خبر نه ورکوي.دتېر لوى اختر پر دويمه ورځ يو ماشوم تښتول شوى و، خو دپيسو اخستلو وروسته بيا هم مړ پيدا شو دوه اونۍ وړاندې هم دوه ماشومان له تښتولو وروسته چې، زړونه او سترګې يې وېستل شوي وو مړه وموندل شول.دکب په ١٧ مه نېټه دکندهار ښاريانو لاريون وکړ چې، دعيني ګواهانو پر وينا ٤٠٠٠ کسانو پکې ګډون کړى وودوى دماشوم تښتونې دپېښو پر ضد شعارونه ورکول دوى له ځانه سره لرګي ، کاڼي او چاقوان لرل.دګواهانو پر وينا، لاريون هغه مهال په اخ و ډب بدل او تر لسو کسانو ټپيان شول کله چې، دوى دوالي ددفتر مخې ته ورسېدل نو په کاڼو ورولو يې پيل وکړ او امنيتي چارواکو هوايي ډزې وکړې.دکندهار ښار د لويې ويالې په پنځمه ناحيه کې يو تن ملانصر الله اغا د ماشوم تښتونې ددې وروستۍ پېښې په اړه چې، د کب په لومړيو کې رامنځته شوه ، پژواک خبري آژانس وويل: (( که دولت رښتيا هم غله، رهزنان او قاتلين نيسي بايد د نقيب الله قاتل په عام محِِضر کې اعدام کړي ،ګنې بيا به خلک تر دې سختې مظاهرې وکړي او د حکومت هغه وعدې چې، له خلکو سره يې کړيدي ، دروْغ ثابتېږي!))د نصرالله اغا په څېرد کندهار نژدې ټول اوسېدونکى له ماشوم تښتوونکو سره د ورته چلند غوښتونکي دي اوځينې خو له دولت څخه دوى ته د ډېرو سختو سزاګانو غوښتونکي دي .عبد القيوم چې، په دې وروستي لاريون کې يې ګډون کړى و او دپوليسو له چلنده چې، له لاريون کوونکو سره يې وکړ، ناخوښه دى، که له يوې خوا،د ماشوم تښتوونکو لپاره د درنې سزا غوښتنه کوي نو له بلې خوا يې له دولت سره تړلي کسان بولي ،خو د کندهارد والي مرستيال محمد انس دا تورونه په کلکه رد کړل او ددې اوازو تر شايې دده پر وينا ،د دولت د مخالفو کسانو لاس وباله .له ځېنو خلکو سره دا اندېښنه هم شته چې، دولت به ماشوم تښتوونکو ته وړ سزا ورنکړي او يا به يې د پيسو په بدل کې خوشې کړي داچې، ماشومان ولې تښتول کېږي او ځېنې يې دپېسو اخېستلو برسېره بيا هم وژني په کندهار کې Save the children (دماشومانو دساتنې) دادارې دساحوي دفتر مسئوول محمد سعيد پژواک خبري آژانس ته وويل چې، دا د انډر ورلډ يا نړيوال مافيا خلک دي.ده زياته کړه : (( ماشومانو غله پېژندلي وو ځکه يې وژلي وو.))خو ځينې خلک بيا دماشومانو دتښتولو لامل پيسې ښيي. دکندهار ښار ددرېېمې ناحيې يو تن اوسېدونکي سبحان الله پژواک ته وويل چې، ځينې ماشومان دپيسو په بدل کې بېرته پرېښودل کېږي او له ځينو څخه اندامونه وېستل کېږي چې، بيا وروسته يې خرڅوي.د لويې ويالې يو بل اوسېدونکى ٥٥ کلن حاجي محمد دا وېره داسې انځور کړه : (( په هره کوڅه کې چې، روان يم ،کوچنيان چې، ما يا بل څوک وويني ،ټول ځغلي کورو ته ننووځي ، له دې څخه معلومېږي چې، دلته څونه خلک بېرېدلي دي چې، حتى اوس کوچنيان په دې پو ه سويدي چې، نابلده سړى دى ،غلا کوي مو!)) دا چې، دولت د ماشوم تښتونې د پېښو د مخنيوي په اړه تر اوسه څه کړي ،او د کندهار اوسېدونکو ته د منلو وړ دي او کنه ؟ د نوموړي ولايت له مرستيا ل محمد انس څخه مو وپوښتل :((نوموړي وويل چې، پوليسو ته دنده سپارل سوې چې، د سړکونو په اوږدو کې د موټرو څارنه وکړي او شکمن موټر وپلټي ترڅو هغه غله چې، ماشومان تښتوي ،پيدا کړي .))ده د کندهار دوالي ګُل اغا شېرزي دهغه انعام يادونه هم وکړه چې، هرچا که د ماشوم تښتوونکو په هکله داسې معلومات چې، د نوموړو په نېولو کې مرسته وکړي ، ورکړل نو د ٥٠٠٠٠ پنځوس زره ډالرو، د ورکړې تر څنګ به يې نوم هم پټ وساتل شي نوموړي داهم وويل چې، د غلو او تښتوونکو پسې عمليات روان دي او هره شپه پدې اړوند خلک نيول کېږي .ده زياته کړه چې، د احمد الله په نامه يو کس چې، د نقيب الله د تښتونې او وژنې تر څنګ په نورو ١١ وژنو تورن دى،د ملي امنيت کسانو نيولې دى : (( تر اوسه چې، کوم شواهد لاسته راغلي دي ٩٠% پدې دلالت کوي چې، د نقيب الله اختطاف کوونکى عتيق الله اغا او دده ملګري دي چې، پدې ارتباط مو يو بل تن د احمد الله په نامه هم نيولى دى .))نوموړي پدې هکله چې، دوى ته به څوک او څرنګه سزا ورکوي ، وويل چې، د دوى دوسيه د ملي امنيت په ځانګړې محکمې کې تر غور لاندې ده ،او ده د ماشوم تښتوونکو ، د اعدام او يا بلې سختې سزا په اړه وينا له وخته د مخه و بلله ده داوويل چې:(( دغه دوې ډلې اوس له دوى سره دي څارنوالۍ تحقيقا ت ورباندې پيل کړي دي او ډېر ژر به يې په سزا ورسوي .""که څه هم دولت د ماشوم تښتونې د مخنيوى لپاره يو لړ ګامونه پورته کړي خو د ډېرو پر اند ،دا کافي ندي او د نورو کوټلو ګامونو اخيستلو ته اړتيا ده خو ځينې بيا هغه څه ته انتظار دي چې ،په محکمه کې د ماشوم تښتوونکو برخليک ټاکي دغه ډول به دغلو په اړه، د دولت پاليسي په ډاګه شي.
",په کندهار کي د ماشوم تښتوني پېښو ته کتنه
2228,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ژباړه اوغورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
له نورو هيوادونو سره اړيکي
هر هیواد له نورو هیوادونو سره اړیکو ټېنګولو ته اړ دی په تېره خو د نړۍ په اوسنیو حالاتو کې چې د اړیکو او مالوماتو مهال بلل کیږي . افغانستان هم نه توانیده او نه توانیږي چې له دې کار څخه په څنګ تېر شي او یا ځان ترې وژغوري خو دغه اړیکي چې په اصل کې دوه اړخیزي دي او د دواړو هیوادونو په ګټه رامنځ ته کیږي،سیاسي هوښیارۍ او ملي پوهې ته اړتیا لري . کوم هیوادونه چې تجربه لرونکي سیاستوال او پوه چارواکي لري او د هیوادسیاسي چارې په ټولنیزه توګه د ګوندي اولسي جرګې ترڅارنې لاندې په هوښیارۍ سره داسې انډول کوي چې هم هېڅ لوري ته زیان نه رسیږي او هم د ناوړه باندنیو غرضونو او اغېزو مخه نیسي . په تېره خو باید له هغو هیوادونو سره ډیر پام وشي چې غواړي له سیاسي اړیکو څخه د خپلې ایدیالوژۍ د خپریدو لپاره ګټه واخلي، که څه هم د دواړو هیوادونو ایدیالوژي کټه، مټه هم وي . ځکه چې هر هیواد ځانګړي ملي ګټې لري او دا نه شي کیدای چې د دواړو یو دین لرونکو هیوادونو ملي ګټې دې یو ډول وي .
په افغانستان کې زموږ ستره ستونزه داده چې د بیلابیلو کورنیو او باندنیو لاملونو، ځانګړو جعرافیه یې او ټولنیزو ستونزو له کبله زموږ ګران هیواد افغانستان د تمدن له بهېر څخه ډیر وروسته پاتې دی . ددغه وروسته پاتې والي له منځه وړل دپرمختللیو هیوادونو اقتصادي، تخنیکي او فرهنګي مرستې ته اړتیا لري . ښکاره ده چې د یوه هیواد اقتصادي، علمي، تحنیکي او فرهنګي مرستې بل هیواد ته ورننوځي له هغو سره سلاکاران او کارپوهان . سیاسي او ایدیالوژیکي اغېزې هم ملګري وي . په دې مهال د هیواد داسې تکړه، هوښیارو او تجربه لرونکو سیاستوالو او پوهو دولتي چارواکو ته اړتیا ده چې هم د دوی له مرستو څخه ګټه واخلي او هم یې د سیاسي او ایدیالوژیکو اغېزو مخه ډب کړي .
څرنګه چې د افغانستان ډیر خلک د يوې مسلمانې، بزګرې، دودیزې او کم ودې ټولنې کرونده ده ځکه دومره زر باوري او سپیڅلي دي چې په ډیره اسانۍ سره د غوړو پروپاګنډونو او دسیسو ښکار کیږي . همدارنګه ددغه هیواد ځنې لوستي اوسیاستوال چې د همدغه ټولنې محصول دي لږ او ډیر له دغه اغېزې څخه د باندې نه شي پاتې کیدای . له دې کبله ددغه کار د مخنیوي لپاره یوه ګټوره لاره دا هم ده چې د هیواد ټولو خلکو ته له بیلابیلو لارو د ملي ګټو د خوندیتوب او وطنپالنې داسې لوست او هوښیاري ورکړای شي چې نه یوازې د باندنیو پروپاکنډچیانو په شنو زرغونو لومو کې ونه نښلي بلکې له خپلو ملي ګټو او وطنپالنې پرته له نورو بابولالو سره هېڅ ډول مینه ونه لري .
له بده مرغه موږ د تاریخ په اږودو کې په خپلو کورنیو چارو کې په کراتو مراتو د باندنیو لاسوهنو شاهدان یو چې په رنګه رنګ ډول یې تر سره کړي دي . کله، کله دغه باندنۍ مداخلې اولاسوهنې زموږ د سپیڅلي خاورې د لاندې کولو او استعماري تړونونو له کبله زموږ ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا تر پښو لاندې کړي ده . کله،کله رنګه رنګ باندنیو زبرځواکونو زموږ په خلکو باندې خپل لاسپوڅي ګوډګیان د لارښود او ولسمشر په توګه (لومړی، دویم او دریم شاه شجاع) تپلي دي . کله یې موږ په خپل منځ کې داسې سره اچولي یو چې ډیرکلونه دیوه،بل په بندې کولو، ځورولو او وژلولګیا وو او خپل ګران هیواد مو کندې کنډوالې کړی دی چې زموږ د وروسته پاتي والي یو لامل هم همدغه د باندنیو هیوادونو تېری او لاسوهنه ده چې د افغانستان خلکو په پرله پسې توګه ددغو تېریو اولاسوهنوپه وړاندې دخپلې خپلواکۍ، دخاورې بشپړتیا اوملي حاکمیت د خوندي ساتلو لپاره په جګړه بوخت وو او د خپل هیواد د ودانولو سوله ییز وخت یې له لاسه ورکړی دی . په تېره خوچې کله په ډیرې ځېرکۍ سره دغه تېري او لاسوهنې ته د دیني ارزښتونو رنګ ورکړ شوی دی خبره ډیره ستونزمنه شوي ده ډیرې زیاتې ړنګې ویجاړې او سترې غمیزې یې رامنځ ته کړي دي . دا ځکه چې نه یوازې د ملي ګټو ذهنیت او اند د دیني ارزښتونو په وړاندې کمزوری شوی دی بلکې مذهبي بنسټ پالنه یې هم غښتلي کړي ده . داځکه باید دې خبرې ته ژورپام وشي چې سیاست له دین څخه بیل تر سره شي او کنه تل به زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د ودانولو او ورانولو همدارنګه د سیاستوالو او مذهبیون تر منځ دملي ګټواود هیواد دپرمختیا په سر ډلې ډلبازۍ او غورځې، پرځې روانې وي .
همدا ډول هر کله چې پردیو ځواکونو غوښتي دي له خپلو ساده او ورک نومو ګوډګیانو څخه یې د نوم او نښان څښتنان جوړ کړي دي او د ملي او نړیوالې ټولنې پام یې ور اړولی دی . کله یې چې غوښتي دي د چا په وینا له خټو څخه یې انسان جوړ کړی دی او خپلې ګټې یې پرې خوندي کړي دي .
همدا رنګه د افغانستان یوه بله ستره ستونزه دا هم ده چې له هر پر مختللي هیواد څخه چې اقتصادي،تخنیکي،فرهنګي او ټولنیزې مرستې تر لاسه کړي . سمدستي د سیال هیواد احساسات راپاریږي،بې له ځنډه په تخریب او پروپاګنډونو لاس پورې کوي او هر کله چې زموږ ګران هیواد افغانستان د دوو زبرځواکونو او یا دسیمه ییزو ځواکونو تر منځ د سیالۍ ډګر ګرځیدلی دی، ټول مادي او معنوي شته مو له لاسه ورکړي دي چې په حقیقت کې ددغو سیالیو قربانی شوی دی .له دغه ناوړه ستونزې څخه خلاصون داسې سیاسي هوښیارۍ ، ملي پوهې او ملي یووالي ته اړتیا لري تر څو له باندنیو سیالیو څخه داسې ګټه واخیستل شي چې « هم لعل به دست اید و هم دل یار نه رنجد .»
کله چې موږ خپله سیاسي هوښیاري او ملي پوهه داسې پړاو ته ورسوو چې د هیواد ملي ګټو ته تر هر څه زیات ارزښت ورکړو ؛کولاي شو د نورو پر مختللیو هیوادونو له مرستو او سیاسي اړیکو څخه دخپل ګران هیواد د خپلواکۍ، د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت په ګټه کار واخلو ؛ لکه څنګه چې ځنې هوښیارو هیوادونو چې د مسلکي سیاستوالو او وطنپالو ملي چارواکو درلودونکي دي دا ډول کار په ښه او غوره توګه تر سره کړی دی .
",څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول - ٢٦مه برخه
2229,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
ارتجاع، استبداد او استعمار
د افغانستان تاریخ ددې خبرې ویاندوی دی چې کورنۍ ارتجاع ، استبداد او باندنی استعمار په افغانستان کې د ملي او مترقي سیاست په لاره کې ډیر ستر خنډ و او دی ، هر کله چې په دې هیواد کې ملي او مترقي سیاست سر راپورته کړی دی . سمدستي استبداد او استعمار د هغه د ماتي او بربادۍ لپاره سره یو لاس شوي دي او افغانستان یې د خپلواکۍ ، پرمختګ او ټولنیز عدالت له رڼا څخه بې برخې کړی دی .
لکه څنګه چې یادونه وشوه افغانستان یو غرنی هیواد دی چې د لوړو غرونو سرونه یې د هسک تر لمنو رسیدلي دي .ډیر خلک د غرونو په ډډو او تنګیو(درو) کې ستونزمن ژوند کوي . په دغوتنګیوکې د کرهڼې ډیرې لږې ځمکې شته چې په ډیرو سترو ستونزو سره کرونده ترې اخیستل کیږي . ډیرځله نا برابره هوا او ډول، ډول ناروغۍ کروندې زیانمنې کوي او د بزګرو یو کلن زیار خاورې اېرې کیږي . دغه خلک له ډیرې اوږدې مودې را پدیخوا د اوسنۍ زمانې له اسانتیاوو او خوندونو څخه بې برخې د غرونو او تنګیو په منځ کې شپې سبا کوي . کوم چې داسې ځایونو ته د مدني ټولنې د سامانونو رسول اسان کار نه دی، ډیرې پانګې، تخنیکې سامانونو او پوهو کسانو ته اړتیا لري؛ چې تر اوسه افغانستان د داسې اسانتیاوو د رامنځ ته کولو توان نه لري او تر اوسه یې د داسې کارونو لپاره وخت نه دی پیدا کړی ځکه چې ان ترنن ورځې پورې د افغانستان تاریخ د جنګ تاریخ دی چې همیشه په ډول، ډول پلمو ددغو درو بلاګانو ( ارتجاع، استبداد او استعمار) له خوا پرې تپل شوی دی . ددغو خلکو ژوند د هرې ورځې په تېریدو سره لاپسې نیستمن کیږي ځکه چې د کورنیو شمېر زیاتېږي او ځمکې د کورنیو د غړو په سر کمېږي. د جغرافیه یې ستونزو او د کمزوري اقتصاد له کبله مرکزي دولت لکه څنګه چې ښایې هغسې نه دی توانیدلی چې دغو سیمو ته مدني، فرهنګي او ټولنیز خدمتونه تر سره کړي دا ځکه د دوی د ستونزو تر سره کولو یوازینی ځای ملک او ملا دی چې له ډیرې زمانې را پدیخوا مرکزي دولت هم خپلې چارې او ستونزې د دوی له لارې پرمخ وړې دي او دې خبرې هم د ملا او ملک اتبار زیات کړی دی . څرنګه چې دا ډول چارواکي او کړه وړه له ډیرې اوږدې مودې راپدیخوا په کټ، مټ ډول روان دي د ملا او ملک اغېزه یې په خلکو باندې طبیعي او دودیزه کړي ده . ملک او ملا هم نسلونه، نسلونه له دې لارې ژوند کړی دی . داځکه چې هر نظام غوښتی دي دغه دودیز کړه وړه د خلکو په ګټه بدل کړي سمدستي د ملا او ملک له مخالفت سره مخامخ شوی دی . او لکه د غومبسو ټوپکی چې را وبڼوې ملا او ملک له خپلې سیمه ییزې اغېزې کار اخیستی او هغه سیاسي نظام یې په کفر تورن کړی دی او خلک یې د ځان وژنې تر ټکه اړ دوړ او یاغیتوب ته راپارولي دي .
ځنو په استعمار پورې تړلودولتونوهم هماغه حالت په خپله ګټه بللی اونه یې دي غوښتي چې دغه دمنځنۍپیړۍ بې عدله نظم بدل کړي . استعمارهم د خلکو بېسوادي او نه بیداري په خپله ګټه بللي اود وخت په تېریدو سره یې هماغه ناروا حالات لا پسې ټېنګ او غزولي دي . هر کله چې کوم وطنپال دولت رامنځ ته شوی دی اوغوښتي یې دي چې خلک د وطنپالنې، ملي ګټو اوپرمختیاپه لوري وهڅوي په ډیره لږه موده کې یې د ارتجاع او استبداد په مرسته نسکور او بد نام کړی دی .
د افغانستان د وروسته پاتې کیدو یو بل بد مرغه لامل دا هم دی چې دغه هیواد همیشه د دوو مخالفو هیوادونو تر منځ د ډال ( Buffer State ) په توګه کارول شوی دی .
لکه چې وویل شول افغانستان یو غرنی، په وچه کې پروت او ډیر غریب هیواد دی که څه هم دغه هیواد د ځمکې لاندې ډیرې سترې بډایۍ لري او د پرمختګ امکان یې ډیر زیات دی خو ددغه بډایۍ په کار اچول زیاتې باندنۍ پانګې اچولواو پر مختللي تکنالوژۍ ته اړتیا لري او د هر باندني هیواد چې پانګه او تکنالوژي هیواد ته راشي ارومرو سیاسي او فرهنګي اغېزه هم ورسره راننوځي، همدغه باندنۍ سیاسي او فرهنګي اغېزه د دوو ځواکمنو هیوادونو تر منځ د ډال حالت څپڅپاند کوي او همدغه لړځنده حالت ارتجاع، استبداد اواستعمار رابیداره او په حرکت راولي، دا ځکه په افغانستان کې د ملي او مترقي سیاست پر مخ بیول دومره ستونزمن دي لکه د اوښ مار چې د ستنې له سلېم (سورې) څخه تېروې او تر اوسه په افغانستان کې داسې سیاسي مداري نه دی پیدا شوی چې دا کار د کوډو په ډول تر سره کړي .
د خپلواکۍ له بیا ګټلووروسته دوو ښکاره وطنپالوکړنو سر راپورته کړ؛ دواړو غوښتل د منځنۍ پیړۍ دودونه او وروسته پاتې والی د پرمختیا او پراختیاپه خوا روان کړي چې یود غازي امان الله خان بنیادي سمون اوبل دخلق دموکراتیک ګوند( د خلقیانو) انقلابی عملونه ووچې دواړه په ډیر ویرجن او غملړلي ډول تربت شول او دغه ماتي ددې لامل شوه چې ټولنه د ترقۍ د پیل کوونکو عملونوله مهاله هم وروسته و غورځيده خو په هیواد کې د پرمختللیواو دموکراتیکوبدلونونو غوښتنې او هڅې په ټولو ستونزو برسیره خپل ژوند ته دوام ورکوي .
ددې دواړو پیښو په هکله د سیالانو او دښمنانو بړګندی قضاوت په لنډ ډول داسې دی چې « دغو کړو وړو د افغانستان له کورنیو او باندنیو حالاتو سره سمون نه درلود. » نه شي کیدای چې د دوی خبره په بشپړ ډول رد شي . خو داخبره د لمر غوندې روښانه ده چې ددغو پرمختلونکو سمونونو اوعملونو په وړاندې ارتجاع، استبداد او استعمار د بشپړ ماتي تر پولې لاسونه سره یو کړل . که چیرې دا خبره ورسره ومنو چې دغو وطنپالو کړنو د افغانستان له شرایطو سره سمون نه درلود، نو د ظاهر شاه د وخت د ولسواکۍ او د محمد داود خان د جمهوریت په هکله څه ویلای شو ؟
دا چې د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور په اتمه نیټه (۲۸ اپریل ۱۹۹۲) د وطن ګوندیانې د ډاکټر نجیب الله واکمني له منځه یوړل شوه او اسلامي ډلې واک ته ورسول شوې خو د افغانستان کورنی او باندنی حالت تر پخوا هم خراب شو، د وروڼو قومونو تر منځ جنګ او ورور وژنه پیل شوه، کورنۍ او باندنۍ جګړه پسې و غزیده. د کابل تاریخي ښار او ټول افغانستان په کنډواله بدل شو، ټولې ملي او ځانګړي پانګې چور او تالا شوي،د کابل ښار په دولتي دفترونو کې د بیلګې په توګه یوه چوکۍ او په جوماتونو کې یوه پلاسټیکي کوزه هم نه شوه پاتې . بانکي زېرمه، د ټولو فابریکو ماشینونه او مواد، موزیمونه، ګالرۍ او نورې ارزښتناکې شتمنۍ لوټ شوي نو په دې هکله به څه وویل شو ؟ ایا د محمد ظاهرشاه، محمد داود او د مجاهدو عملونه هم د افغانستان له کورنیو او باندنیو شرایطو سره برابر نه وو ؟
ښایې ځواب یې دا وي چې په دې ټولو بربادیو کې ارتجاع، استبداد او استعمار په بیلو، بیلو ډولونو لاس درلود . له دې کبله ښکاره ده چې دغو درو تاریخي بلاګانو همیشه د افغانستان د ټولو پرمختګونو او ټولنیز عدالت په ماتي کې بشپړه او بنسټیزه برخه درلوده. کوم چې د افغانستان راتلونکي سیاستوال باید دا خبره زده کړي او په ډیره هوښیارۍ سره یې د خپلو وطنپالو سیاسي کړو وړو پر مهال په پام کې ونیسي .
",څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول - ٢٧ مه برخه
2230,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
قلموال
لکه څنګه چې یادونه وشوه د هیوادپه سیاسي ژوندکې وطنپال اوملي سیاست ډیر ستر رول او ټاکونکي برخه لري .
هر کله چې په یوه هیواد کې دخلکو سیاسي پوهه وده وکړي او خلک خپله ډډه په قانون ولګوي، د ولسواکۍ په اصولو او د پوهې له مخې په سیاست کې فعاله برخه واخلي، هغه هیواد کولای شي چې په هره برخه کې دپرمختللي ملي ژوندانه اوټولنیزعدالت له خوندونوبرخمن شي .
دا هدف هغه مهال تر سره کیدای شي چې لوستي او سیاسي ډلې په دغه لاره کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي . په تېره خو په داسې هیوادونو کې چې ټولنه یې د سیاسي هوښیارۍ او نورو اړتیاوو له کمزورۍ سره لاس او ګریوان وي .په سیاسي بیدارۍ کې د سیاستوالو او قلموالو رول او برخه ډیره اړینه ده . دا ځکه پوهو روڼاندو او لوستو کسانو ته ملي او انساني دنده ور په غاړه کیږي چې له سیاست سره مینه پیدا او د خپل هیواد د ملي ګټو د خوندي ساتلو، پرمختیا او ټولنیز عدالت د ټېنګښت لپاره د سیاست ستونزمن ډګر ته ورننوځي ترڅوله دې لارې د سیاسي فرهنګ په بډای کولو کې په بیل، بیل ډول هڅې او هاند وکړي .
زموږ په وچه کې پروت، دودیز او غرني هیواد افغانستان کې سیاسي تېروتنې د یاد کړو لاملونو له کبله یوه طبیعي خبره ده. یوازې هغه چا سیاسي تېروتنه نه ده کړي چې له خپل ګران هیواد سره د بې مینې توب په غونډۍ ناست او د «زما یې پر څه ؟ » د بې پروایۍ څپو ته یې ځان سپارلی دی . کیدای شي چې د داسې کسانو په هکله وویل شي چې د خپلو ملي دندو په سر ته رسولو کې یې ځنډ، بې پروایې او تېروتنه کړي ده . قلموال باید د خپلې وجداني دندې له مخې د حالاتو، دلیلونو، لاسوندونواولاملونوپربنسټ دغه تېروتنې ښکاره کړي .چې د اوسنیو سیاستوالو او راتلونکي نسل د سیاسي لوبې او پر مختګ لپاره لوست شي . دوی باید خلک دخپلواکۍ،دخاورې بشپړتیا،ملي ګټواوملي یووالي خونديتوب اود وطنپالنې، د یوه ، بل په وړاندې د زغم، پرمختګ او ملي اند په لوري و هڅوي .
خو له بده مرغه ځنې قلموال پرته له دې چې د خپل وجدان ؛ګریوان ته سر ور ښکته کړي ډیرې هڅې یې کړي دي او کوي یې چې ځنې شخصیتونه او سیاسي ډلې له لاسوندونو وړاندې کولو پرته بد نام او په دې ډول ډیر خلک له سیاست څخه زړه توري کړي . دا ډله قلموال له دې بې خبره دي چې قلم په لاس کې نیول او لیکل له مسولیت څخه ډک کار دی، ښه نه ده چې خپل قلم ددرواغوپه وچ په وچه تورتپنو، شر اوپساد اچولواوچوغلګرۍ په چټلۍ ولړل شي . ښه ده قلم د لاسوند لرونکو رښتیاوو، سوله ییز ژوند، ملي یووالي، ملي ګټو،وطنپالنې اونوروښېګڼوپه لاره کې وچلول شي . له هر قلم څخه چې د کینې له کبله د بې اتفاقۍ اچولو، د یوه بل جنګولو او تورن کولو لپاره کار اخیستل کیږي یو ملي ظلم او ځورونه ده او ډیر ستر تاریخي مسولیت په اوږو اخلي .ځکه چې دغه لیکنې په راتلونکي کې د تاریخي لاسوندونوپه توګه کڼل کیږي ، تاریخ کوټه کوي او لوستونکي په غلطه لار بیایې . تاریخ چې د اوسني او راتلونکي نسل لارښود دی باید چې له کینو، پلوۍ او ځاني مخالفتونو څخه پاک او سیوا وي .
په تېره خو په افغانستان کې د سیاسي تاریخ لیکل ډیر ستونزمن او له مسولیت څخه ډک کار دی . ځکه چې د خیر په غونډۍ ناست نندارچیان له سیاستوالو او چارواکو څخه د معجزې هیله لري ، دوی غواړي چې د ژوندانه په ټولو برخو کې له پیړیو څخه راپاتې ټولې ستونزې په یوه لنډه موده کې اوارې او سمې شي . په داسې حال کې چې له پیړیو څخه د راپاتې ستونزو اوارول اوږدې مودې او نه ستړي کیدونکو هلو ، ځلو ته اړتیا لري . خو زموږ ځنې قلموال خپل کار اسانوي ددې پر ځای چې د ګران هیواد سیاسي، اقتصادي، فرهنګي پیچلي چارې په علمي توګه وشني،له پیړیوڅخه د راپاتې وروسته پاتې والي نیمګړتیا او ملامتیا د هغه مهال په سیاستوالو او چارواکو ور اچوي او خپلې اوږې له ټولو مسولیتونو څخه خالي کوي . داریانۍ وړ خبره خو دا ده چې همدغه کټمیره په خپله د هماغه واکمنۍ له هر ډول امتیازونو او واک څخه برخمن وه خو اوس لومړی کس دی چې دخپلې تېرې واکمنۍ په غندلو لګیا دی، د خپل بام واوره د بل چا پر بام اچوي او داسې اخلاقي زړورتیا نه لري چې دخپلو کړنو ملامتیا په خپله غاړه واخلي .
رښتیا خبره داده چې د افغانستان په حالاتو کې سیاسي کار ډیر ستونزمن او له کړاوونو څخه ډک دی، هېڅوک نه توانیږي چې په خپل زړه د ټولو کارونو د سمون معجزه وکړي . تجربو ښودلي ده چې کله یو سړی او یا ډله چې په مخالف مورچل کې وه، په واکمنو یې زښتې ډیرې نیوکې کولې او د دوی هر کار ته یې ګوته ورسیخوله .خوکله چې په واک کې شریک شول اویا واک ته ورسیدل ؛ ونه توانیدل چې د پخوانۍ واکمنۍ پر تله ښه او وتلي کار ونه وکړي چې زموږ ځنې قلموال ، یادښت لیکونکي او تاریخ لیکونکي له همدغه ډلې څخه دي . دا ځکه وایې چې خبرې کول اسان دي خو عمل پرې ګران دي . ډیر ځلې لیدل شوي دي چې مخالف لوري زښتې ډیرې نیوکې درلودې خوکله چې مسولیت ورپه غاړه شوی دی ان د یوې کوچنۍ څانګې په اداره کولوهم نه دي توانیدلي اوسریې پرې خلاص شوی دی چې د هیواد ټولې تخنیکي، صنعتي، خوراکي او نورې اړتیاوې له باندې څخه تر لاسه کیږي او هیواد د تخنیکي، مسلکي او علمي کسانو له کمښت سره لاس او ګریوان دی او زموږ دودیزه ټولنه په ذهني ډول د هر رنګه پرمختګ په وړاندې خنډ او ولاړه ده . داځکه انصاف لرونکي اوپوه کسان همیشه دا خبره کوي چې د افغانستان په اوسنیو پیچلیو او غریبو شرایطو کې په ټول افغانستان کې د مخابرې او پوستې، د روغتیا او قانونیت، د پوهنې او روزنې، دهوایې اوځمکني ټرانسپورټ،دکورنۍاوبهرنۍسوداګرۍ او د نورو سیسټمونو رامنځ ته کول د درناوي او شاباسي وړکار دی خو دومره زر هم اسان کارنه دی . دوی پوهیږي چې د دومره زیاتو کارونو سر ته رسول وخت،پانګې او کارپوهانو ته اړتیا لري چې د اوږد مهالو او لنډ مهالو پلانونو له مخې تر سره کیږي .
ټولنه له قلموالو او تاریخپوهانو څخه هیله لري چې د رښتونو لاسوندونو، دهغه مهال د حالاتو په نظر کې نیولوسره اود علمي دلیلونوپربنسټ له کینې او ځانګړو تربګانیوپرته تېرې پېښې ولیکي ترڅود اوسني او راتلونکي نسل لپاره لارښودې شي .چا چې غرض لرونکي او کوټه تاریخونه لیکلي دي په هغه باندې باید د علمي معیارونو له مخې کره کتنه وشي او د رښتیني تاریخ لیکنې پرتله کې وتلل شي .
هرچاچې ګران هیواد افغانستان ته سیاسي،اقتصادي،ملي،فرهنګي اونور ارز ښتمن کارونه کړي دي باید د قدر په سترګه ورته وکتل شي او درناوی یې وشي .
",څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول - ٢٨مه برخه
2231,,"
١٣٨٣ د کب ٢٨
کابل : په پلازمېنه کې نن اعلان وشو چې د دغۀ ښار هوايي ډگر به په نړيوالو معيارونو جوړ شي .
په دې هوايي ډگر به د سپتمبر په مياشت کې کار پيليږي او تر ٢٠٠٧ کال پورې بشپړيږي .
د هوايي ډگر لپاره به يو نوى ترمينل جوړيږي چې د تگ او راتگ لپاره به جلا جلا ودانۍ لري .
د ترمينل د ودانۍ لپاره به جاپان د څه باندې ٣٠ ميليونه ډالرو مرسته کوي .
دغه راز به د کابل هوايي ډگر دوه رون وې يا ځغاستليکې لري او نور ټول لوازم به يې هم له نړيوالو معيارونو سره سم جوړيږي . ",د کابل هوايي ډگر په نړيوالو معيارونو جوړيږي
2232,,"
",
2233,,"
",
2234,حبيب الله غمخور - سويډن,"
حبيب الله غمخور - مالمو سويډن
زموږ په لرغونې هيواد افغانستان کې دنوې کال لمړۍ ورځ چي په پښتو اودري دواړو ژبو کي د” نوروز” په نامه ياديږې دډيري پخوا زماني راهيسي د جشنونو او ميلو په جوړولو سره نمانځل کيږي .
ددي ورځي دميلو او خوښيو تاريخ چې عنعنوې او مذهبي بڼه لرې تر دريو زرو کالو اوړي دهيواد په مختليفو سيمو کې په بيلو بيلو ډولونو پدې ورځ ميلې او جشنونه جوړ يږي .
پدي ورځ په ايران ،تاجکستان ،ازبکستان او دمرکزي اسيا په نورو هيوادو کې ځانگړي مراسم تر سره کيږي . په افغانستان کي دا ورځ تر 1992کال پوري کله کله ددولتي چارواکو لخوا په شانداره مراسمو سره تجليل شوې او کله بيا دومره توجه نده ور ته شوې ، دطالبانودحاکميت په وخت کي ددې ورځي پر تجليل دولتي بنديز ولگيداو تر هغوي راوروسته څوکلو کي هم ددي ورځي ياد دومره ندي شوئ .
د انتقالي اداري توجه ددي ورځي يادته را اوښتې ده ،مگر تر اوسه هم چارواکې د بنسټپالو له ډارنه چي کيداي شي هغوي ددي ورځي د زردشتي او بودايې مذهبي ريښوپه لرلوسره مخالفت او غبرگون ښاره کړي په ډير احتياط ددي ورځي لمانځلو ته زړه ښه کوې . ولي ديوې خبري ويل غواړم چي دبشريت په تاريخ کي ډير داسي مراسم شته چي لمړئ دهغو سرته رسول مذهبي بڼه درلوده اما دوخت په تيريدو سره يې د مذهبي دود په څنگ کښې د ملې عنعنې بڼه هم اختيار کړې ده او اوس يې ولسونه ديوي عنعني او يا ملي افتخاراتو په توگه ياد ژوندئ ساتې ، چي يو له هغو څخه همدا دنوروز دکال دلمړۍ ورځي تجليل او دحضرت علي” رض ” پر مزار د جنډي پورته کول دي ، ډير پخوادا ورځ د ځانگړو مذهبي مراسمو په طرځ کې تجليل کيده ، ولي دوخت په تيريدو او يادنورو اديانو او مذهبونو په راتگ سره ددي ورځي تجليل په ډيرو هيوادو کي عنعنوي بڼه غورکړيده مذهبي رنگ يې پيکه شوۍ دئ . دنوي کال ورځ دعيسوي مذهب پيروان هم لري او هغوي پدي ورځ ښکلي جشنونه لري ټولو ته معلومه ده چي په امريکا ،کاناډااو اروپايي هيوادو کي دنوي کال دراتگ په وياړ لس پنځلس ورځي مخکي ښارونه په رنگا رنگ څراغونو ښکلې کيږي او هټۍ وال خپل مالونه دپلورلو لپاره بازار ته وړاندي کوي هر شپه يا ماذديگر ښارياندخپلو کورنيو دغړوسره دښار واټنو ته دگښت او گذار لپاره راوزي اونور .....
ددغو هيوادو حکومتي چارواکي او پارلمانونه خپلي نوې پريکړي دنوې کال تر شروع وروسته دپلي کيدو لپاره هيواد والو ته برملا کوې ،ځکه نو ددغو هيوادو خلک ټول انتظار باسي چي په نوې کال کې به څه کيږي او کوم نوې قوانين او تغيرات به راځي . فکر کوم همدغه دود د مخ پر انکشافه هيوادو دحکومتونو پر کړنوهم تاثير موندلئ دۍ ، پدغو هيوادو کي هم خلک انتظار باسي چي پسله نوی کال نه به څه کيږ ي ؟کوم نوی قوانين او پريکړي به ددولت لخوا اعلانيږي ؟ او کوم نوی کارونه به شروع او سرته رسيږي؟
په افغانستان کي هم له ډير پخوا نه دولت دکال په ورستيو شپو او ورځو کې د راتلونکي کال لپاره د اقتصادې ،ټولنيز او فرهنگې کارونود سمبالولواو سرته رسولوپه اړوند دمصارفو اندازه لگوې او دهغوي دپلې کيدولپاره لازم پلانونهاو لاري چاري سنجوې . ددې لپاره چي په نوی کال کښې ټولي دندي اوکارونه په بريالۍ بڼه تر سره شي دتيروکړونو په هکله دقيقي او کره شيننې ته ستره اړتياده تر څو پخوانۍ غلطۍ او تير وتنې يو ځل بيا تکرار نشي .
زموږ په هيواد کي دا کال چي اوس يې ددوام څو ورځې پاته دي او ډير ژربه هغه څه چي پدې کال کښې تر سره شوې وه د تاريخ په کتابتون کي ځاي خپل کړې له ځانه سره ډير ښه اوبد حوادث درلودل .
په 1383 کال کې افغان ولس دلمړي ځل لپاره دبهرنيو هيوادو او ملگرو ملتودسازمان دميليونو ډالرو دمصرف په نتيجه کښي وتوانيدل د ولسمشرۍ دټولټاکنو لپاره درايي ورکولو صندوق ته ولاړشي او دهيواد په تاريخ کې اول وار ولسمشر وټاکي . دا هم مهمه وه چي دلمړي ځل لپاره افغاني ښځې ته دا امکان برابر شو چې ځان د ولسمشرۍ مقام ته کانديد کړي پخپله دغه مقام ته دښځې کانديد دتاريخي اهميت او ارزښت درلودونکی دۍ .
دکوکنارو دکرلو، هيروئينو دقاچاق ،توليد او ترانسپورت پر ضدد ملې مبارزه اعلان ،او ددولتي خپرونودمعلوماتو پر اساس دهيواد د بيا ودانولو په برخه کي دترانسپورټې لارودجوړولو، روغتيا يي خدمتونو ، تجارتې ،ترانسپورتې ،مخابراتې، اوښوونيزو چارو کښې يو سلسله کارونه ،ديو نيم وسلو راټولودا هغه برياوي دي چي اوسنۍ چارواکي پرې وياړي .
چارواکي په ځنډاود نيمگړتياوو سره ددغو دندوسرته رسولو پړه پر ” 25 ” کلني کورني جگړي ور اچوي چې داد افغان ولس لپاره هم دومره دقبول وړ نده گرځيدلې . زه دا ادعا نه کوم چي هيڅ کار ندۍ شوۍ ، ولي که دقيق فکر وشې پدغو شرايطو کښي چي بهرني زبرځواکونه د اوسنې حاکميت او په ځانگړې توگه دښاغلي کرزې صاحب څخه د وسلوالو پوځونونه نيولي تر کارپوهانو، ميليونواو حتا ميلياردو ډالرو په مرستوورکولوسره دهغه ملاتړ سره سره بياهم ټول هغه څه چي په دا دريو کلنو کې بايد سرته رسيدکي واي دادۍ يو ځل بياپه څلورم يعني راتلونکې نوی کال کښې ددولت له لمړنيواو ضروري دنود څخه شميرل کيږي په يقين پدي نوې کال کښي به هم افغان ولس ددي انتظار باسې چې کله به دوې ددغو ناخوالو او نا اراميو څخه خلاصيږ ې؟ .
په تير کال کښي لکه څنگه چي پلان شوې وه د امريکا ،کاناډا ،جاپان او اروپايي هيوادو په پوره ملاتړۍ او هوډ سره د ” ډې ډي آر” پروگرام پلي کيدل پياوړئ نه وه ، داسې معلوميږي چي همدا اوس هم محلي قوماندانان او جنگسالار کولاي شي د بي وسلي کولو دپروگرام کار کونکو ته څنگه چي يې زړه غواړي ډوکه ورکړې ،له يويې خوا هره ورځ دبې وسلې کولو اعلانيږي چي شمير يې نږدې سلوفيصدوته رسيږي او له بلي خوا د افغانانو او بهرنيانو د وژلو،چاودونو او بريدونويو په بل پسې خبرونه خپريږي . ټولو ته دسوال خبره ده چي ولې لا تر اوسه جنگسالاران او دنشه يي توکو لوبغاړي کولاي شي په محلاتو کې د نظامي واک په لرلوسره دهيواد امنيت اودخلکو سوله ايز ژوند له تهديد سره مخامخ کړي ؟ ولي کورنۍ جگړه همدا اوس هم روانه ده ؟ او هره ورځ ددولت په مقابل کي دهيواد په گوټ گوټ کي غلچکۍ او پارتيزاني حملي کيږي ؟ ددي لپاره چې کورنۍ جگړه اودقدرت دتر لاسه کولو پخاطر ورور وژنه پاي ته ورسيږي دښاغلي کرزې دقاطع او بيله کوم ډار او معاملې نه کوټلې تکل ته ضرورت ليدل کيږي ، په ټول هيواد کي بيله دولتي اړونده ارگانونه دوسلې ساتل او استعمال منع اعلان شې ، هر هغه څوک او ډله چي سپکه يا درنه وسله لرې پدې مکلف شې چې هغه بيله ځنډه دولتي چارواکو ته وسپارې ،دغه ډار چي بيا به دا وسلوال کساناو حرفوي سړي وژونکي پاکستان او ايران ته درومې او له هغه ځاي نه به ددولت پر ضد وسلوالې او ترورستي حملې شروع کوي دامريکا او اروپايي هيوادو په مرسته او ملاتړ له ” ايران . پاکستان ،تاجکستان ،ازبکستان ، ترکمنستان او يو شمير عربي هيوادو” نه دافغانستان د حاکميت پر ضد دهر نوع مداخلي او دخالت دبنديدو نړۍ وال تظمين واخيستل شې او دغه هيوادونه په ځانگړي توگه پاکستان او ايران پدي وپوهول شې چې دترورستانو ساتل ، هغوي تربيه ، وسلوال کول او افغانستان ته راليږل به دافغانستان په چاروکې ددغو هيوادو بربنډه مداخله وبلل شي . په هغه صورت کې بايد دملگروملتو دسازمان دامنيت شورادځانگړي پريکړي په اساس افغانانوته دا واک ورکړه شي چي خپل دښمن ته پخپله ځواب ووايې او دخپلي خاوري دبشپړتيا او حاکميت ساتلونه دفاع وکړي . پدي باور لرم چي بيله دامريکا او يو شميرنورو هيوادو له مرستي نه به پاکستان او ايران افغانستان ته که څه هم غريب هيواد دۍ او ددوي د تلاښ او دسيسو په پايله کې دافغانستان منظم او تر بيه شوی اوردو تيت او پرک شو ځان ټينگ نکړې . که افغانان څوک ددوستۍ په نامه ونه غولوې په دښمنۍ کي تکړه دي اوهغه افغان که افغان وي چي ماته و خورې کور ته نه راگرځې .
ددي لپاره دټولو افغانانو غوښتنه او وړانديز دادۍ چي په راتلونکي کال کښي دافغانستان په کورنيو چاروکې دمداخله گرو بر بنډ لاسونه لنډ شې ،جالبه ده په نيمروز،بادغيس ،هرات ، فراه ،هلمند، سپين بولدک ، زابل ، هلمند ، پکتيکا، خوست ، پکتيا ،کنړ، ننگرهار او لغمان کښي پر دولتي ادارو او مؤسسو په سپينه ورځ وسلوالې حملې کيږي همدا وسله وال کسان د پاکستان او ايران تر پولو ځغلول کيږي مگر هلته ترۍ تم شې ؟ ولې پاکستاني او ايراني چارواکي بيا په تبليغاتو کښې داوسني حاکميت او په افغانستان کي دسولي دټينگښت له بهير سره د ملا تړ خبرې کوې ، څنگه کيداي شي دادوه مخې دوستي افغانان ومنې ؟ دا هر چاته معلومه او تر لمر سپينه ده چي همدا اوس اوس په افغانستان کې دسولي ضد گروپونه دله ليري پرتو او همسايه هيوادو لخواحمايه کيږي .
دوهمه برخه
",نوی کال او زړې دندي
2235,حبيب الله غمخور - سويډن,"
نوی کال او زړې دندي دوهمه برخه
همدا اوس دمرکزي اسيا ځيني هيوادونه ، روسيه ،ترکيه ، پاکستان او ايران تلاښ کوې د مذهبې، ژبنې او نژادې اړيکو نه په استفادې سره په افغانستان کي دفدراليزم پلويانواو دقدرت تږو جنگسالارواوتنظيمو سره ښې اړيکي ولرې تر څو هغوي زموږ نالوستې اود سپيڅلي زړه خاوندافغانان دملي مسلې دسياسي دا ډول حل ته وهڅوې چي دوي ورته د فدراليزم اوددو په خوښه لږه کيو قومونو ته دبرابرحق ورکولو د سياست پلي کيدل وايي ، دا يو مټۍ افغانستان چي ددي هيواد دداخلي او بهرنيو دښمنانو دغوښتنو پر خلاف دلوي احمد شاه بابا پلاس په افغاني مينه او اراده جوړ شوئ دۍ دمځکي دکري له نقشي نه ورک کړې دا غښتلۍ ولس او گران هيواد پر ټوټو وويشې او په تاريخي افتخاراتو يې سياسي لوبې وکړې .
دغي موخي ته درسيدو لپاره دوي دبنسټپالو سره په يوه جبهه کي راتلونکې پارلمانې انتخاباتو ته زړه ښه کړۍ او پخپل ټول طاقت او توان به هڅه وکړي تر څوپه پارلمان کي ته دخپلې عقيدې د پلويانوپه ډيرښت سره ددولت په مقابل کې يو قوې اپوزسيون جوړکړې ..
ددي هڅو پايله به دوه ملي خنډونه راپيدا کړي :
1/ که په راتلونکي پارلمان کې بنسټپال او ملي تنگ نظره ناسيونالست کسان اکثريت تر لاسه کړي په هغه صورت کې به پارلمان دښاغلي کرزي او دهغه دحکومت په مقابل کې دقوي اپوزيسيون دمخالفت په سنگر بدل شي او دولت به پري نږدي هغه پلانونه پلي کړي کوم چي پلي کولويې په هيواد کښې د ديموکراسۍ دټينگښت او يوي مدني ټولني دجوړيدو په گټه وې . په هغه صورت کې به ولسمشر او پارلمان يو دبل په مقابل کې دريږي دداشان مخالفت او يو دبل په مقابل کې ددريدو په پايله هر څوک پوهيږي تشريح يې زيات وخت غواړې .
2./ دپارلمان له لاري به پر دولت غير مستقيم داسي فشارونه وارد کړي کوم چي پاپله به يې دملي مسلي سياسي حل ددوي او ددوي دبهرنيو ملاتړو په خوښه وي، دفدرالي سيستم د هغه سياست پلي کيدو لپاره به مبارزه شروع کړې کوم چې افغانستان به ديو واحد هيواد په توگه د له منځه وړلو او ټوټه کيدو له گواښ او خطر سره مخامخ کړي . زه دفدرالي سيستم له لاري ديو هيواد دملي مسلې دحل او سياسي جوړښت سره مخالفت نلرم مگر په اوسنيو ځانگړو شرايطو کي دملې مسلې دا شان حل د ټول افغان ولس په گټه نه بولم ځکه زموږ په هيواد کې دداشان سياست دپلي کولو لپاره اقتصادي،ټولنيزاو فرهنگي شرايط مساعد ندي او له بله پلوه اولس او سياستوال تر اوسه لا دديموکراسۍ سره نه بلد او نه هم عادت لري تر نن پوري پر ټول ملک دقانون پر ځاي ټوپک اوقوماندان مسلط دۍ ،مهمه داهم ده چي افغانان ددغو دپه اصطلاح فدرالي ټولنيز جوړښت دسياست دپلويانو په او شعارونو او سياست کښې دومره صداقت نه ويني چي ددوي سره دي رښتياهم دافغانستان او افغان ولس د سوکالۍ او دقومونو دحق مسله مطرح وي . يو شمير کسان تنها غواړي په هر نامه چي وي پر دغه غمځپلي ولس بادارې وکړي . کنه بيله د فدرالي سياست پلي کولو نه هم دا وطن کيداي شې له دغو بدمرغيو نه خلاص شې ،اوس سمدستي پښتون،هزاره، تاجک، ازبک ،هندو بلوڅ او نور قومونه څلور شيان غواړي :لمړۍ په سوله او امنيت کي دژوند کولود شرايطو برابرول ، دوهم ډوډۍ ،دريم کار، څلرم ديموکراسې او آزادي ، سر پناه او لباس به هغوي دکار او سولې په برکت پيداکړي .
پدي دريو کلنو کي په ځانگړې توگه په ” 1383” کال کښې ښاغلۍ کرزۍ او يو شمير دولتي چارواکې په سياسي مسايلو دومره مصروف وه چي نور هر څه هير شوي وه، په هيواد کې دسياسي سياليو بازار همدا اوس هم ډير تود دۍ ولي سياست يوازي دسياسي واک دتر لاسه کولو اوساتلو لپاره تر هر څه ارزښت لري مگر که دولس غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شې په هغه صورت کې ولس له حاکميت نه مخ اړوي او په هيواد کې عمومې ناانډولي او انارشي رامنځته کيږي خلک دحاکميت په مقابل کښې بغاوت او قيامونه شروع کويدهيواد په مختلفو ولايتو کښې مظاهري يې څرگندي بيلگي دي .
پر ځاي به وي په راتلونکي کال کې دپخوانې کال په پرتله زيات کارونه تر سره شي او دخپلو کړو ناخوالي پر پخوانيوتير شوو پنځويشت کلو تاوان نشي . په هغه وخت کي به غلطي او حتاپه ځينو ځايوکښي به خيانت شوۍ وي هغه قضاوت به تاريخ ته پريږدو ، پر تيروپه يوه او بل نامه تاوانول او يوازي په دغه ولس ته قناعت ورکول دولس هيڅ درد نشې دوا کولاي، اوس بايد کوښښ وشې دپخوانيودمنفي کارو دتکرار نه مخه ونيول شي .واقيعت خو دادۍ هلته دهمدغو پرديوپه لمسون او بربنډملاتړ دډالرو، روبلو ، کالدارو،مارکواو عربې ريالو په زور افغانستان دافغان پلاس خرابيده ،لاري ،مکتبونه ، پلونه او دولتي ودانۍ دجهاد تر نامه لاندي په بمونو الوتې او ښارونه په کنډوالو بدل شوه، اوس خو دډالرو، ايورو او نورو پيسو چي افغانستان ته دمرستي په نامه راځي څوک حساب نشي نيولاي امريکا او ټوله اروپا هغه دچا خبر افغانستان جوړوي اوسيل غوندې پيسې راروانې دي چي څوک يې داستفادې دشکل دکنترول واک هم نلرې .
په نوې کال کښي له تيرو کلونو نه راپاته دلاندي دندو پلي کول دهيواد دبيا ودانولو لپاره اړين بر يښې :
1 / تر اوسه لا سپکه او درنده وسله دوسلوالو گروپو ،دتنظيمو او گوندونو په واک او اختيارکي شته چي دبي مسؤليتو کسانو سره دغه دوسلو شتوالې د ټول هيواد امنيتې حالت له بهران سره مخامخ کړی دۍ .
اوس بيله گلبدين او دطاليبانو دمحدودو ډلو نه پرته نور ټول په دولتي واک کښې غوښن ځاي لري پس دکوم دليل پر اساس دا ښاغلي او دهغوي ډلي بايد وسله ولري ؟ اړينه بريښي چي ديو فرمان په اساس بيله قيد او شرط نه ټوله سپکه او درنه وسله په ټول هيواد کښي راټولهاو دولتي اړونده ارگانو ته تسليم شي . هغه پيسي چي له جاپان او نورو هيوادو څخه د DDR” ”دپروژي دپلي کولو لپاره مرسته کيږي دافغانستان په مختلفو ولايتو کې دکوچنيو فابريکو په جوړولو مصرف شي تر څو دغوبيکارو ته چي خپل فاميل ته يې د ټوپک داستعمال په مقابل کې ډوډۍ پيداکول دتل لپاره د کار ځاي پيداشې ، بيله هغه هم دټوپک په مقابل کې پيسې بيچاره سرباز ته نه رسيږي ځکه ټوپک دقوماندان صاحب دۍ . په هيواد کې دا اوسنې نا ارامۍ چور اوچپاول په څرگند ډول دهغو لخوا تر سره کيږي چي هم په دولتي لوړو څوکيو يې ډډه لگولي او هم خپل محلي قوماندانانوته دافغان ولس دچور او چپاول امرونه کوې . دا کار دوي موخي لري يو داچي داښاغلي خپل قوماندان ساتي او بل داچي کرزي او بهرنيانو ته څرگنده وي که ما ته په دولت کي غوښن مقام رانکړۍ نو تاسي يې وينۍ چي څه حال دۍ ؟ دا زه يم چي نسبي ارامی مي راوستلي ده ،داسي اشخاص له ډير پخوا بيگانه وه او پردي به وې . تر څو په هيواد کې مطمين امنيت ټينگ نشي هيڅوک په افغانستان کي داخلي او که بهرني سرمايداران دي پانگي اچوني ته زړه نه ښه کوي دداڅو لکسو مغازواورستورانتو پرانستل ارزښتناکه پانگه اچونه نشي بلل کيداي بيله سرمايه گذارۍ نه دمملکت اقتصادي پر مختگ ناشونۍکار دۍ .
2 / بيسوادي هغه توره بلا ده چي زموږ هيوادوال یې دا څو سوه کاله دجهالت او بدبختۍ په حالت کې ساتلي دي او موږ نشو کولاي له نړۍ والو سره دعلم ، تخنيک او صنعت په سياليو کي گډون وکړو، له بلي خوا هر وطن دښمنه زموږ د نالوستوله پاکو احساساتو نه د مذهب او عقيدي په نامه ناوړه استفاده کړي هميشه يې دهيواد خدمتگار دکفر او ملحد په نامه رټلي او دپرديو غلامي يې قبله کړې ده .
دغې ملې غميزي ته دپاي د ټکي ايښودلو پخاطر پرځاي به وي چي دبيسوادۍ دلمنځه وړلو پر ضد دملي او اسلامي جهاد اعلان شوۍ واي خو اوس هم ناوخته ندۍ بايد په راتلونکي کال کښې ولسشمر ددي مقدس جهاد اعلان وکړي . او ټول افغانا وهڅول شي چي انجوني او هلکان مکتب ته وليږي . دمعارف حالت بايد دسمونتيا په لور پرمخ ولاړشي ،تر هر څه دمخه او ضرور د ښوونځيو دعادي ودانيو جوړول ، شاگردانوته دميز چوکۍ او کتاب برابرول ،دهيواد ځوان نسل ته بيله کوم امتياز څخه په داخل اوبهر کي دعالي تحصيلاتو دامکاناتوبرابرول به زموږد هيواددملي کدرونو په روزلواو دبيسوادۍ په له منځه وړلو کې تاريخي رولاو ارزښت ولرې . کيداشي د ښوونځيو دودانيو دجوړولو لپاره په محلاتو کي دشتمنو کسانو دداوطلبانه مالي مرستو او داوطلبانه کارو دعنعني نه پراخه استفاده وشي .
3 / په ټول هيواد کې ددمساوي صنعتي پراختيا سياست پلي کول به هيواد له اقتصادي او ټولنيز نا انډولۍ نه وساتي او په ټول هيواد کې به دبيکارۍ دله منځه وړلو سره مرسته وشې ، د وطن په دننه کې به دکار دپيداکولولپاره دمهاجرتونو مخ نيوۍ و سي . دغه له پخوا را پاتي مامول ته چې صنعتي فابريکي اواقتصادي پروژي يوازي د هيواد په څو لويو او مشهورو ښارو کې جوړيږي دپاي ټکۍ کښيښودل شې ،ځکه ايا ددانورو ولاياتواوسيدونکي افغانان ندي ؟ او که دې نو دکاردپيداکولو لپاره چيري ولاړشي ؟ افغانستان يوازي دبهرنيانو دمحصولاتو دخرڅلاو په بازار بدلو به لويه اقتصادي تير وتنه وي ،بهرني هيوادونه بايد وهڅول شي چي دلويو او وړ فابريکو په جوړه ولو او طبعي زيرمود په راسپړلو سره دافغان ولس اقتصادي ستونزي دهميش لپاره حل کړي .
دصنعت او تجارت دپر مخ تگ لپاره دلويو لاره جوړول حتمي کاردۍ مگر تر اوسه ډير زيات داسې ولايتونه شته چې دچارواکو هير دي ، مثلا دکندهار او اروزگان تر منځ واټن ((120)) کيلو متره دۍ دغه ولايت ته چي دنفوسو دشمير په اساس پنځم يا شپږم ولايت دۍ ،د زراعت او دمالدارۍ له درکه محصولات يې بهر ته صاديريږ ي په يوه رژيم کښي هم چا داسړک قير نکړ . ايادا دافغانستان يو ولايت ندۍ ؟ او هلته اوسيدونکې افغانان ندې ؟ لازمه ده تر هر څه دمخه د افغانستان ټول ولايتونه بيله دينه چي کوم پيژندل شوئ قوماندان لرې او کنه دترانسپورټي قير شوولارو په وسيله له مرکز سره ومښلول شي دمور او ميري برخوردونو ته خاتمه ورکړه شي .
4 / افغانستان يو زراعتي هيواد دۍ اکثريت محصولات يې دزراعت او مالدارۍ لا لاري لاسته راځي متاسفانه تر اوسه د زراعت ماشينيزه کولو ته کومه دولتي وړه توجه هم نده شوې او موږ تر اوسه لادفيوډالي مناسباتو په لمړنيو مرحلو کي ژوند کوو .لازمه ده چي دولت دزراعت او مالدارۍ دحالت ښه والي او پرمختگ ته زياته توجه وکړې ، ددې لپاره چي کروندگر دکوکنارو له کرلو څخه لاس واخلې دبزگروسره دهغو بوټو دنيالگيو او تخمونو په برابرولو کې مرسته کوم چې محصولات يې په گرانه بيه پيرودل کيږي اړينه اودحکومت لمړنۍ دنده بريښي .
سږ کال پسله پنځو کلو په هيواد کې اورښت وشو چي ټول ورته خوشحاله و که څه هم دولتي اړونده ارگانو ونشوه کولاي د واورې داورښت او لارد دبنديدو لا امله دهيواد ليرو پرتو سيمو ته دارو درمل او خواړه ورسوې په سلهاو ماشومانو او نورو وطنوالوژوند دلاسه ورکړ . اوس دادۍ پسرلۍ راورسيد هوا گرميږي دولت بايد په ټول هيواد کې دملي او بين المللي مادې او مالي امکاناتو نه په استفادي سره دهوا حالات تر منظم کنترول لاندي ونيسي او پر خپل وخت په هغو منطقو کې چي د اوبو دپورته کيدواوسيل دراتگ امکانات وي خلک خبر او هغوي ته نجات ورکړي ،دکليو او پراختيا ،دښارجوړوني ، دفوايدعامي ،ترانسپورت ،روغتيا ، زراعت ، تجارت ،بهرنيو چارووزارت (چي په همدغه منظور بهرنۍ مرستي جلب کې) او ملي دفاع وزارتونو په گډون د (( سيلاب ځپلو ته دعاجلو مرستودرسولوکميسيون ) تر نامه لاندي يو دولتي کميسيون جوړو شي او پر خپل وخت دمرستو رسول يې دکار اصلي موخه وي .
په ولاياتو ،ولسواليو او کلو کي ټولي هغه سيمې تثبيت او په نښه شي کوم چي هلته داوبو دپورته کيدو او سيلابو دراتگ امکانات ليدل کيږي، په افغانستان کي دټولو رودونو اوبه سرگردانه او بيله اصلي بستر نه دپسرلي په شپو او ورځو کي بهيږي ،ضرور ده چي د رودو او شلو د حرکت مسيرونه په نسبي توگه تثبيت او لازمي اماده گې ونيول شي . سيلابونه په افغانستان کې کرل شوي ماينونه هم له ځايه بيځايه کوي دماين پاکولو نړۍ والي مؤسسې چي دماين دپاکولو دنده پغاړه لرې دسيلاب تر تيريدو وروسته ترهر څه دمخه بايد مځکې دماين دموجوديت له خطره خلاصه کړي . دسيلابونو څخه درازيږنده مالې او ځانې تلفاتودمخنيوی پخاطر دخلکو دخبرونې لپاره له مسجد نه نيولې تر داخلي او بهرنيو راډيو گانواو مطبوعاتو پوري له ټولو امکاناتو نه پراخه او خپل وخت استفاده وشې .
5 / په دولتي ادارو کې فساد ،رشوت ،اختلاص ،خود سرۍ ، په گروپ او تنظيم پوري تړلې افراد او خپلوان بيله استحقاقه مقررول،دښځو سره سپک برخورد ، ددولتي مقام نه په ناوړه استفادي سره دغريبواو بيوزلو شتمنۍترلاسه کول له کابله تر اطرافو يو معمولي کړنه گرځيدلي ده ،ځکه خلک شکايت لري او خوابدي دي چي کرزي صاحب دټاکنو په ورځو کې خلکو ته ددغو ټولو ناوړو کړنو پر ضد دمبارزي او له منځه وړلو وعدي ورکولې مگراوس هر څه پر خپل حال پاته دي .
په حکومت کې ځيني چارواکي پر خپل سرد قانون خلاف تصميم نيسي او هغه عملي کوي .خلک دا نه واي او داپوښتنه نکوي چي دا چارواکي له کومه ځايه راغلي څو تابعته دې ؟ او يا يي په رښتيا هم هغه دوهم تابعت يې دلاسه ورکړۍ ؟ او ددغو ښاغلو کورنۍ تر اوسه لاهم په افغانستان کې ژوند نه کوي ؟ دولسمشر د فرمان له مخي بايد جگپوړو چارواکوخپله خوځنده اوثابته شتمني ثبت او په مطبوعاتو کښې دافغانانو دخبر تيا لپاره خپره شوي واي هغه هم يا هير شوه او يا تر اوسه ټولو دغه کار ته زړه ندۍ ښه کړي، دا ځکه چي دوي ممکن مطمئن نه وې چي په راتلونکي کښي به څه پيښ شي ؟ ډير افغانان داسي فکر کوي که چيري دغو چارواکو دپارلمان نه داعتماد رايه تر لاسه نکړه بيرته هغه دوهم وطن ته ځي ځکه يې فاميلونه يې ندي راوستلي ؟ دښاغلي کرزي نه خلک يوازي داغوښتنه کوي چي په دولتي لوړو چوکيو کي داسي کسان وگماری کوم چي هيواد او هيوادوالو ته دچوپړ او شپه او ورځ کار کولوسره علاقه ولرې نه هغه چي دبهرنيانو او يا تنظيمونو گټي ساتي .
6 / په افغانستان کي د مطبوعاتو او سياسي گوندونو قوانين يو په بل پسي تصويب شول . دمطبو عاتو قانون خو داطلاعاتو او کلتور وزير صاحب څنگه چي يې خوښه وي پلۍ کوې ! ،که يې دچا مقاله او يا کوم ژورنالست راپور پر طبعت برابر نشو څارنولي هميشه دنوموړي وزير صاحب په خدمت کښي ده ، په زندانو او توقيف خانو کي خو په مياشتو او کلنو بنديان ولچک او زولانه بيله دينه چي برخه ليک يې ټاکل شوې وي پراته دي څوک يې خبر نه اخلي ،دځينو په هکله محکمي بيله دينه چي متهم راوغواړي دهغه په غياب کي پر خپل سر پريکړي کوي دا کاراوس معمول گرځيدلۍ،دبشر دحقوقو ددفاع کميسيون پدغو وړو وړو خبر نه خبريږي . ديادولو وړ يي بولم چي په توقيف خانو کي ديو کس ولچک او زولانه کول تقريبا پنځوس کاله پخوا له منځه تللي او غيري قانوني عمل گڼل شوۍ دۍ مگر دادۍ اوس يو ځل بيا داکار رواج پيداکړ .
داطلاعاتو او کلتور وزارت په وړانديز دعلمانو شورا چي د او لي ورځي نه يې جوړيدل غير ضروري گڼل کيده اوس ددي پر ځاي چي خلکو ته دنيکو کارو تبليغ وکړي کله د اخبار او کله بيا دويډيو کسټو او يا تلويزيوني پروگرامو په سانسور اخته ده او واي :” ځيني شرکتونه داسي فلمونه خپروي چي دماشومانو فکر او عقيده خرابوې ”، او يا په تلويزيون کي دښځو داواز او سندرو ويلو سره مخالفت کوي . سوال دادۍ چي دا ماشومان مور او پلار نلري او کنه؟هغه ډيش انتنونه چي په کورو کې پراته دي هغه به څوک کنترول کړي ؟ او دهغو ماشومانو سره به څوک مرسته وکړي ؟ ايا دکوم جگپوړي چارواکي کور به ددي شورا کوم غړي کنترول کړاي شي ؟ . دبيان او عقيدي دآزادۍ پر ضد په هرنامه او هر شکل بنديزلگول له اساسي قانون خلاف، دبشر پرحقوقو تيرۍ دديموکراسۍ او تمدن دپلي کيدو مخ نيوۍ گڼل کيږي . دديني عالمانو ځاي مسجد او هلته خلکو ته دزنا، لواطت ،غلا، دپردو دمالو خوړلو ،رشوت بي عدالتيو ،دسياسي واک دتر لاسه کولو په خاطر دورور وژنواو نورو بداو ناوړواعمالو پر ضد تبليغ کول به داسلامي او وطني دندي پوره سرته رسول وي . دولتداري او حکومت کول دتکنو کراتانو او ددغه کار لپاره په ښوونځيو او پوهنتونو کې دروزل شو کاردئ . په يويشتمه پيړۍ کښي افغانستان له اوسني جهان څخه جلا په يو فرهنگي زندان کي ساتل او ښځه په چادريو کې را نغاړل دطالبانو لپاره هم ناشوني و او دهر چالپاره ناشونۍ دۍ ، دنياوال په يويشتم قرن کي ژوند کوي و لي ځيني تلاښ کوي چې افغان ولس بايد ددوي په خوښه د اولسمي پيړۍ دشرايطو په دود ژوند وکړي .
دقانون له مخې گوندونه يو په بل پسې جوړيږي او ددولت لخوا هم ورته دسياسي فعاليت اجازه ورکول کيږي مگر داسې معلوميږي چي يو شمير ډيموکراتو، دمدنې ټولنو او پر مختگ پلوه گوندونو ته د تنظيمو او بنسټپالو ډلو ټپلو دفشار په نتيجه کښي په ټولنيز ژوندکښي دفعال گډون دامکاناتوبرابرولو اوددغو گوندو نو سرو د سياسي سلا مشورو څخه هوښيارانه ډډه کيږي ، مگردا کار يوازي د تنظيمواو بنسټپالو دسياسي او نظامي هيلو دسرته رسولوپه گټه دۍ .دلمړي ځل لپاره دانتخاباتو دمستقل کميسيون لخوا دحوت په” 24 او 25” نيټه دملې بحث تر نامه لاندې دپارلماني ټاکنو دوخت دتعين پخاطر د” 50” سياسي گوندونوپه گډون غونډې جوړي شوې اميدوار يو چي دغو غونډو ته يوازې تنظيمونه او يا هغه گوندونه چي دچارواکو خوښ وې نه وې رابلل شوې ، بلکه ټولو گوندونو ته دگډون برابر حق ورکړه شوۍ وې . همدلته غواړم عرض وکړم چي مترقي او دديموکراسۍ طرفدار گوندونهپه ځانگړي توگه هغه چي کړنلارې يې سره نږدې او يا ورته دې دتاريخي ضروت ددرک اوسياسي تعقل پر بنياد هر څومره چي ژر کيږي پخوانې اختلافات او خوابدۍ شاته وغورځوې د هيواد دملې گټو په خاطر سره يو او که دا امکان ونلرې دډيموکراسۍ او اجتماعي عدالت دراوستلواود هيواد له دغه بهراني حالت څخه دخلاصولو لپاره داوسنيو شرايطو نه دمعقولي گټې په پورته کيدو سره په پراخ بنسټه جبهه کې سره راټول شې .زما په اند دپارلمان لپاره انتخابات به زموږ دهيواد دسياسي سرنويشت ټاکلوپه اړوند ستر او پريکړنده ارزښت ولرې ديو سياسي او تجربه لرونکي ځواک په توگه دا موقع دلاسه ورکول به دافغانانو سره به سياسي ستره او نه بخښونکې جفاوې .
7/ تير کال زموږ په هيواد کښي دښځې او ماشوم ژوند ته پاملرنه تنها دشعار تر سرحده ه وشول ،هغه ظلم او تيرۍ چي له افغاني ښځو او موشومانو سره کيږي په تاريخ اونړۍکې سارۍ نلرې ځان سوځونه او ماشوم تښتونه ېې لمړنې څرگند مثالونه دې . په هر قيمت چي کيږي په راتلونکې کال کښي پخپله ښاغلۍ کرزۍ بايدافغانې مور او ماشوم ته ددغه بوږنوونکې حالت نه نجات ورکړي که ضرور وې په قوانينو کې تغير راشي دا کار دي وشي ، ولسمشر داساسي قانون په اساس دفرامينو دتصويب صلاحيت لري . ده خرافاتو اونامعقولې نارينه سالارۍ له منگولو زموږ خويندې او ميندې خلاصول دچارواکو ملې او اسلامي دنده ده . دغه شپږسوه ميليونه ډالره چي دامريکا سنا او ولسمشر د افغانستان دښځودچارودوزيري اغلي ډاکتر مسعوده جلال امريکاته دسفر په درشل کې مرسته کړي بايد يوازي او يوازي په هيواد کښي ددرديدلواو کړيدلو ښځو او يتيمانو دژونددحالت دښه والي او هغوي ته دکار او تعليم دزميني دبرابرولو په لارکښي مصرف شي .
افغانان نه وايې چي دا ټول کارونه دي په يوه ورځ تر سره شي او يادي دا ټول کارونه تنها ولسمشر سرته ورسوې ځکه پوهيږې دا ديوه سړې لپاره چي هر څومره زيات صلاحيت هم ولرې ناشونۍ کار دۍ ،مگر ددغو ملي دندو دسرته رسولو لپاره ولسمشر کولاي شي او بايد قانونې او بنسټونه جوړکړي .
افغان ولس بايد پدې پوه وې چې که رښتياهم دا وطن و رته گران دۍ تر هر څه دمخه دسرتاسرې سولي دټينگښت اودکوکنارو پر ضد دملې گټو دساتلوپه خاطر ملې او اسلامې مبارزه گړندۍ کړې تر څود بهرنيانو ته ددي بهاني مخه ونيول شي چي وايي : ”ددي لپاره چي افغانان په سوله کښې ژوند وکړې ،دتروريزم او هيروئنو دتوليد او قاچاق مخه نيول سوې وي ضرور ده په افغانستان کې يوه دايمي نظامي اډه جوړه شي ” . دبهرنيانو داوړانديز منل چي د نظامي اډي جوړول اړين بريښي د افغانانو لپاره دننگ او عار مسله ده .
دهر بيگانه نظامي قوت موجوديت ديو هيواد سياسي استقلال تر تاثير لاندي راولې او دهغه رنگ پيکه کوې ، افغانانود يو ضرورت له مخې داومنل چي بهرنې وسلوال ځواکونه افغانان د طالب چارواکو او القاعدې له منگولوخلاص کړې ،اوس د افغانانوملې او وطنې دنده ده چي خپل هيواد پخپله جوړ ،قومي اوسياسي بي اتفاقيو او دواک پر سر داخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدې . دا به شرم نه وې چي زموږ وطن پردې ابادوې ا وپردې مو امنيت ساتې؟ ځکه دوسله اډو دجوړيدو وړانديزونه تر غوږو کيږي .
زما مطلب داندۍ چي څوک دهغه چا پرضد راوپاروم چي زموږ سره يې په ستونزمنو شرايطو کې مرسته کړې داهم منم چي هر هيواد خپلي سياسي او اقتصادي گټي لټويې ،خو موږ په ډير بد حالت کې قرار درلوداو بهرنيانو دنړۍ وال تروريزم دله منځه وړلو په خاطر زموږ هيواد ددغه نړۍ وال تروريزم دځالگۍ په توگه لدغه شر نه خلاص کړ ددغه جهاني تروريستي سازمان قربانيان يوازي افغانان نه بلکه ټوله نړۍ ده . دابهرني هيوادونه دهيواد په بيا ودانولو کي تر اوسه زموږ بي ساري مرستي کوي ، دافغانانو سره ددموکراسۍ د پلي کيدو او په واقعي توگه د بنسټپالو او قوماندانانو دحاکميت ختمول ، په نړۍ واله کچه دتروريزم پر ضد مبارزه ددي لامل نبايد شي چي زموږ په خاوره کي دايمي وسلواله اډه جوړه شي ، افغانستان دهيڅ کوم نظامي تړون غړيتوب نلري او په تاريخ کښي يې په نظامي پکټونو کښي دگډون څخه ډډه کړي .که امريکا او دناټودنظامي پکټ چارواکي دافغان ولس دبسياتوب او پر مختگ سره روښتيانۍ علاقه لري نو افغانستان بايد خپل ناپييلتوب او بي پري نړۍ وال سياست وساتي . ښه به داوي چي افغانستان دسويس غوندي يو هيواد په اسياکي اعلان شي .
هيله مند يم په نوې کال کښې زموږ ولس دهيواد په بيا ودانولو کې تاريخې برياوي او افتخارات ولرې . تير کال ښه شو چي تير شو، نوۍ کال دي خداي پرموږ نيک او مبارک کړې
",نوی کال او زړې دندي ( دوهمه برخه )
2236,,"
",
2237,,"
",
2238,,"
",
2239,,"
",
2240,عبدالله احسان - هالنډ,"
عبدالله احسان ١٩_مارچ ٢٠٠٥
ACVN
Afghaanse culturele vereniging in Nederland",په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني نوي کال ونمانځه
2241,,"
د ١٣٨٣ د کب وروستۍ نېټه
کابل : افغان چارواکي خبر ورکوي چې په مرکزي ولايت ارزګان کې د سيلابونو له امله لږ تر لږه ٢٠٠ کسان مړۀ شوي دي .
د سختو بارانونو او د ژمنيو واورو تر ويلي کيدو وروسته اوس د افغانستان په ګڼ شمير ولايتونو کې سيلابونه راغلي چې تر ټولو ډير يې د ارزګان ولايت ځپلی دی .
په دغۀ ولايت کې امريکايي پوځي چورلکو ٢٥٠ کسان وژغورل خو وايي چې لا تر اوسه يو شمير کسان ورک دي .
سيلابونو په فراه ، هرات ، غور او فارياب ولايتونو کې هم ستونزې پيدا کړي دي .
",د ارزګان سيلابونو په سلګونو کسان وژلي
2242,,"
",
2243,,"
",
2244,,"
٢١ مارچ ٢٠٠٤ بروکسل
په بلجيم کي د افغانانو د پوهاوي مرستي او پيوستون ټولني د نوی لمريز ١٣٨٤ کال د رارسيدلو په مناسبت د شعر او موسيقۍ غونډه د ٢٠٠٥ لمريز هجري کال د مارچ دمياشتي پر شلمه نېټۀ جوړه کړه .
په دې غونډه کي پر يوشمير بلجيم مېشتو افغانانوبرسېره ،په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګې مشر ليکوال اوڅېړونکي ښاغلي زرين انځور، په جرمني کي د کلتوري ودي ټولني استازو، په هالنډکي دافغاني کلتوري ټولني په استازيتوب ښاغلي ډاکټر رشاد او د ټولني يو شمير غړو او يوشمير نورو اروپايي هيوادونو څخه راغليو ليکوالو ، شاعرانو او غونډي ته ور بلل شويو مېلمنو برخه اخستې ده .
غونډه په سيمه ايز وخت د ماښام پر څه باندي اته بجې پيل شوه .
د غونډي چلوونکی ښاغلی حاجي امين باوري و ، او ښاغلي يارمحمد په خپل ښکلي ږغ سره د غونډي سندريزه برخه ښکلې کړې وه .
په بروکسل کي دنوي کال د نمانځنغونډي پوره مالومات وروسته په همدې پاڼه کي خپريږي .
په بروکسل کي د نوي لمريز کال په مناسبت ښاغلی يارمحمد او همکارانو يې غونډه لا ښکلې کړه
",په بلجيم کي د افغانانو له خوا د نوي کال نمانځنه کيږي
2245,,"
بېنوا خبريال ماسکو
د عراق د جګړي دوييمه كليزه«پوځونه همدا اوس وباسي»«بوش، نړيوال لومړي درجه تروريست دي»
د مسكو راډيو پر عراق باندي د امريكي د متحدو ايالتونو او لويې برتانيا د پوځونو د يرغل د دويمي كليزي په درشل كې نن ماښام په پښتو خبري سرويس كې دغه لاندي خبر خپور كړ:د نړي په ډيرو هيوادونو كې په عراق كي د جګړي پر ضد مظاهري وشوي. دغه مظاهري پر عراق باندي د امريكي د متحدو ايالتونو او د انګلستان د پوځونو د يرغل دويمي كليزي ته چې د يك شنبي په ورځ پوره كيږي، وقف شوي وي.په نيويارك كې «پوځونه همدا اوس وباسي!» تر شعار لاندی په جوړه شوي جنګي ضد مظاهره كي د هيواد له بيلو بيلو سيمو نه په لسګونو زرو خلكو ګډون كړي وو.په لندن كې نژدي سل زره تنه د ښار له مركز نه په داسي حال كې تير شول، چې د دغو ليكنو شعارونه يې وړل:«بوش، نړيوال لومړي درجه تروريست دي».مظاهره كوونكو د امريكي سفارت ته هغه تابوت راوړ چې په عراق كي د بي ګناه خلكو د وژني سمبول و. په اتن كې هم په زرګونو خلك د امريكې د متحدو ايالتونو او انګلستان سفارتونو ته ورغلل او د جمهور رييس بوش او صدراعظم توني بلير پر ضد يې شعارونه ور كول.په روم كې د جوړي شوي مظاهري برخه والو له عراق نه د ايټالوي پوځونو د ايستلو غوښتنه وكړه.په انقره او استامبول كي مظاهره كوونكو دغه شعارونه وركول:«د امريکی متحدو ايالتونو، د عراق له نيواك نه لاس واخلي!» او «سړي وژونكيه بوشه، له منځني ختيځ نه ورك شه!».دغه راډيو همدارنګه زياته كړه:د يادولو وړ ده، چې د امريكي متحدو ايالتونو په عراق كې د خپلو پوځي عملياتو په دوو كلونو كي ۱۵۱۳ تنه عكسر او افسران او ځه د پاسه ۸۰ تنه ملكي مامورين له لاسه وركړي دي. هغو نورو هيوادونو چې د ايتلاف په تركيب كې شامل دي او يا يې پخوا غړي وو، په عراق كي ۱۷۶ تنه پوځيان له لاسه وركړي، چې نيمايي انګريزان دي ",امريکا:: عراق :: د ماسکو په راډيو کي
2246,,"
بېنوا خبريال ماسکو مارچ ٢٠ _ ٢٠٠٥
په مسكو كې د افغان تجارتي مركزاو د افغانستان د لوي سفارت تر مينځد همكاري پروتوكول لاسليك شو
په مسكو كې د افغان تجارتي مركز او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوي سفارت تر منځ يو پروتوكول لاسليك شو چې د هغي له مخي به په مسكو كې د افغاني ټولني تر منځ دايمي همكاري، د افغانانو تر منځ د دوستانه اړيكو پراختيا او همدارنګه د افغانانو د ستونزو د لارو چارو لټولو ته د روسيي په فدراسيون كې د اړوندو ادارو سره په ګډه همكاري كول، د دغه پروتو كول اساسي موخه ده.دغه پروتوكول، په مسكو كې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوي سفارت له خوا، د دغه سفارت شارژدافير، ښاغلي غلام سخي غيرت او د افغان تجارتي مركې له خوا د دغه مركز رېېس ښاغلي غلام محمد، لاسليك كړ. د پروتوكول د لاسليك په وخت كې د سفارت استازي ښاغليو جنرال غيور او ډاكټر فريدون ګورګاني او د افغان تجارتي مركز استازي ښاغليو استاد امان اشكريز او د نويد روز د ورځپاڼي مسوول مدير فاروق فردا هم حاضر وو.د دغه پروتوكول، ټولي ۱۲ مادي لري، چې د دوشنبي په ورځ به د نوروز د ميلي په غوڼده كې د حاضرينو په مخ كې يو بل ته په رسمي توګه وسپارل شي ",په ماسکو کي د افغاني تجارت مرکز د همکارۍ تړون
2247,,"
بېنوا خبريال _ ماسکو«د امريكي اردو په افغانستان كي له شكنجو نه پراخ كار اخيسته» تر دغه سرليك لاندي د «ليموند» ورځپاڼي يوه مقاله خپره كړي ده، چې د پښتو ژباړه يې دا دي تاسو ته وړاندي كوو:د امريكي د اردو داخلي اداري رپوټونه هغه عوامل په پوره تفصيل ليكي، د كومو په ترڅ كي چې د ۲۰۰۲ كال د دسامبر په مياشت كي د بګرام په بنديخانه كې دوه تنه افغاني بنديان په مرګ ووهل شول. دغه رپوټونه ښيي چې په افغانستان كي له شكنجو څخه كار اخيستلو سيستماتيك ]رنګوالي درلود. دا د «هيومن رايټس واچ» په نامه د بشري حقوقو د سازمان نظر دي.پر نژدي ديرشو تنو امريكايي پوځيانو باندي په نوموړو وژنو كې د لاس لرني تور لګول كيداي شي. له هغوي نه دوه تنه _ پړك مشر، جيمس بولاندي، او عسكر ويلي برينډ- چې د اوګايو د ايالت د څينڅيناتي د ښار د پوځي پوليسو په ۳۷۷ لمبر ټولي پوري تړاو لري، محكوم شوي دي. جيمس بولاندي، په دي محكوم شوي، چې له بنديانو سره يې بي رحمانه چلند كاوه. هغه يې وهل او ټپيانول. او ويلي برينډ، د غير قصدي وژني په تور محكوم شوي دي. جان سيفتون چې د هيومن رايټس واچ د سازمان يو افغانستان پيژندونكي پوه دي، او د امريكي د اردو د رپوټونو د كاپيو په لاس ته راوړلو بريالي شوي دي، وايې چې نوموړي افغاني بنديان د ۲۰۰۲ كال په دسامبر كي د شكنجو په نتيجه كې مړه شوي دي. يعني دغه پيښه د عراق د ابوغريب په جيل كي د بنديانو د شكنجو او سپك چلند د عكسونو تر خپريدو يو كال د مخه، پيښه شوي ده.د بوش حكومت او پنتاګون د شكنجو پرابلم ډيري لږي پيښيدونكي پيښي ښيي او زياتوي چې دغه ډول پيښي كومه سيستماتيكه بڼه نه لري. خو ښاغلي سيفتون وايې چې نښي نښاني د بيخي بل حالت ويندوي دي. دي د ليموند له ورځپاڼي سره په خپله مركه كې زياتوي:دا يوازني پيښي نه دي. دا خبره نه شو كولي چې دا نورم و. خو عسكر برينډ پر دي اعتراف وكړ چې لږ تر لږ شل نور بنديان يې هم وهلي او ټكولي دي. وهل او ټكول او په نامناسبو بڼوكينساتو ته د بنديانو اړكول، هغه كارونه دي چې په افغانستان كې ډيره زياته استفاده ور څخه كيدله.زموږ د اطلاعاتو له مخي په ۲۰۰۲ كال كي نژدي ټول بنديان چې وروسته يې شواهد وړاندي كړل، تر زيات بي رحمانه چلند لاندي نيول كيدل».د پوځي استخباراتو د ۵۱۹ كنډك هغو پوځيانو چې په بګرام كې يې د پوښتنو له همدغو ميتودونو څخه كار اخيسته، وروسته د ابوغريب په جيل كې هم له همدغه ډول چلند نه كار واخيست. د امريكي د مدني حقوقو اتحاديي د محكمي له لاري د دي په خاطر خپلي هلي ځلي پيل كړي چې په رسمي ډول، د اطلاعاتو د تر لاسه كولو له قانون سره سم د اردو رپوټونه تر لاسه كړي. خو د اتحاديې نوموړي هڅي ته مثبت ځواب ور نه كړي شو. ځكه چې د پلټني كار دوام لري او پر نورو زيات شمير پوځيانو هم تورونه لګيدلي شي.د پنتاګون د مطبوعاتي څانګي مشر، ډګر جنرال جيرمي مارتين، اعلام وكړ چې د پلټني كار فعال روان دي او مجرمين به په خپله سزا ورسيږي.دوه وژل شوي بنديان، يو يې ديرش كلن ملا حبيب الله د طالبانو د يوه قوماندان ورو او بل دلاور ۲۲ كلن ټكسي چلوونكي دي.دوي افغاني لوري ته د امريكي د پوځي واكمنو له خوا تر وركولو وروسته د يوي اوونۍ په واټن مړه شول. د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د مارچ په ۱۲مه په خپله ګڼه كي د هغو رپوټونو يوه برخه راوړي، چې د هيومن رايټس واچ د سازمان لاس ته ورغلي دي.په دغو رپوټونو كي په دي هكله په زيات تفصيل ليكنه شوي چې له افغاني بنديانو سره څه ډول چلند كيده.نوموړي دواړوه بنديان يې په بنديخانه كې په پښو او لاسو تړلي ساتل. او زياتره وختونه يې ټكول. ناظرينو به پښو، خوټو او پښتورګو تل وهل، سرونه به يې له ديوال او ميز سره ور ته ټكول. او د پوښتنو په وخت كې به يې په نامناسبو بڼو كيناستلو ته اړ كول او يا به يې په خوله كې تر هغو اوبه ور اچولي، چې سا به يې بنده شوه.د دوي د مړو عدلي كتنو چې په رپوټونو كې يې يادونه شوي، د دلاور پښي دومره سختي ټپي شوي وي، چې كه ژوندي پاتي شوي واي، نو پښي يې بايد ور څخه لنډي شوي واي.دلاور لكه چې د ۲۰۰۴ كال د جولاي د شپږمي نيټي په رپوټ كې ويل شوي، د پښو د سختو ټپونو له لاسه چې د وينو جريان يې ويجاړ شوي و، مړ شو.ملا حبيب الله د سږو په رګونو كې د وينو د پريړ كيدو په نتيجه كې مړ شو. او لكه چې د ۲۰۰۴ كال د جون د لومړي نيټي په رپوټ كې ويل كيږي، پښو ته د وهلو په نيتجه كې په رګونو كي د جريان ويجاړيدل، د وينو د كلكيدو سبب ګرځيدلي و.ښاغلي سيفتون وايې د ۲۰۰۲ كال تر دسامبر پوري په افغانستان كې د امريكي په جيلونو كې د مرګ نوري پيښي هم پيښي شوي دي. او موږ غواړو چې د هغو په هكله هم اطلاعات تر لاسه كړو. دي پر هغه علت هم ځان پوهول غواړي چې د همدغي پيښي او همدارنګه د ابوغريب او ګوانتانامو د پيښو په اړه، هيڅوك نه دي محاكمه شوي. او دغه كارونه لكه چې څرګنده ده، د امريكي د استخباراتې ارګانونو او په هغه جمله كې د سي. آي. اي د مامورينو د لاس كارونه دي.د بنديانو پوښتل د همدغو ارګانونو د استازيو دنده وه.د مسكو له راډيو څخه ",«د امريكي اردو په افغانستان كي له شكنجو نه پراخ كار اخيسته»
2248,فضل رحمن کټوازی- کوريا,"
د سهيلي کوريا د سيول دښار څخه د فضل رحمن کټوازي وړانديز:
د پښتو ژبي د ودي لپاره وړانديزونه
تر هرڅه وړاندي ټولو هيوادوالو ته د نوي لمريز کال د رارسيدلو له کبله دزړه له کومي مبارکي وړاندي کوم ، الله پاک دي وکړي چي نوی کال ټولو وطنوالو ته د خوښيو او نيکمرغيو زيری شي او زموږ ستاسو لوی باباګانو ددی خوږ ګلشن ښايست به مو د ورورۍ او د ملي وحدت په ميو تل تر تله سمسور شي .دنوي کال په مناسبت غواړم دلر اوبر ټولوافغان ژبپوهانو ته خپل يوڅو وړانديزونه وړاندي کړم، هغه دادي چه راځی خپلی ژبي ته خدمت په داسی انداز وکړو ترڅو داژبه يوه اسانه او دفهم وړ ژبه معرفي کړو.که ددې ژبي نه موږ مشکله ژبه جوړوو نودابه ددې ژبي سره جفا وي په دې اساس وړانديز لرم چه دلر اوبر دپښتو ټولنو يوه لويه نړيواله جرگه دي دافغانانو په گډکورافغانستان کي جوړه شي، او دټولو سيمو دپښتنو ټولنو استازو ته دي دگډون بلنه ورکړل شي، ددې جرگې له لاري دي دپښتو ژبي په وده باندي خبري وسي ،او ددې جرگې دجوړيدو نه مخکي دي دوی ته ددې جرگې په هکله مکمله ايجنډاهم ورکړل شي،ترڅويې پريکړي دوامداري او هرچاته دمنلو وړوي .ولي چي دمورنۍ ژبي پښتو سره دپښتنو په طبيعي وطن افغانستان کي هم تاريخي جفاوي شوي دپښتونستان دسيمي خو به ذکر نه کوو!؟زما لومړی وړانديزدادی چي راځی ددې ژبي ځيني هغه توري چي دنورو ژبونه پښتو ته راوړل شوي دي لري کړو او د ٤٤ اوږدو تورو په ځای يې راکم کړو ترڅودنړۍ هروگړی پرې وپوهيږي او زده یې کړي .اوس خوداحال دا دی چه زموژ خپله افغانان هم ددی تورو سره بلد نه دی.نوراحی چه داژبه دآينده نسلونو لپاره دادب ژبه کرو ترحو خپل خو پريژده بهرنی وگری هم راشی او داژبه زده کری .دويم وړانديز دا چي زه يې هميش يادونه کوم هغه دنويو لفظونو جوړښت دی په دې کي زه دخپلوقدرمنو ژبپوهانو څخه خواست کوم چه دخداي لپاره هغو شيانو ته نومونه مه ورکوی چي حتی افغانان يي دجورښت په هکله سوچ هم نه شي کولای .هو يو شي چي موږ يې جوړکړو که موږ په خپله نوم ورکړو نو دابه انصاف وي او که دبل شي ته لکه راډيو موږ د ""ږغ دبلي"" نوم ورکوو نو زما په نظر دابه بې انصافي هم دهغه شي سره او هم زموږد نوي کهول سره وي .دريم وړانديزدادی چی افغانستان دافغانانو گډ کوردی موږ بېله دې کورنه بل کورنلرو دامو هم کوردی او هم گور، دري هم زموږ دملت دويمه لويه ژبه ده که چيرته ځيني اصطلاحات ددري په پښتوکښ او هم دپښتو په دري کي وکارولی شي نودابه زموږ او تاسي مورني ژبي ته نوره ښکلا وروبخښي اودنورو وگړو لپاره به آسانه شي .په آخرکي راځی دلوی نفسي او دبې فايدې ځان ځانۍ نه تيرشو او په خپلي ژبي او په آينده نسلونو رحم وکړو،زما په نظر که په دې غور ونه شي نو زما گمان نه کيږي چي موږاو تاسي دي په صداقت پښتو ته خدمت وکړو. ",د پښتو ژبي د ودي لپاره وړانديز
2249,,"
",
2250,,"
دنوي کال دلومړۍ ورځې په مناسبت دمزار شريف په ښار کې دحضرت علي (رض) په مبارکه روضه کې دسخي جنډه دنهو توپونو دفير کولو پر مهال د ولس مشر لومړي مرستيال احمد ضياء مسعود پورته کړه .په دې مراسموکې ،د دولتي چارواکواو بهرنيو ميلمنو برسېره د هيواد د بېلابېلو سيمو څخه راغليوپه سلګونو زرو مينه والو ګډون کړى وو.
",په مزار شريف کي د نوروز جنډۍ پورته شوه
2251,,"
١٣٨٤ مو نېکمرغه
د کندهار د خاکريز ولسوالۍ د شامقصود ابدالي ( شا اغا ) پر زيارت نن سهار د سلاکار وزير او کندهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي له خوا د نوي لمريز کال پيل د جنډې په پورته کولو وشو .
د شااغا زيارت او نژدې سيمي ټولي د هيواد دننه او پاکستان څخه ورغليوميله چيانو له خوا په ډول ډمامو ، موسيقي ، او نورو بېلابېلو ميله ايزو پروګرامونو ښکلي دي .
نن چي د حمل دمياشتي لومړی شپه ده ، ددې زيارت پر شا وخوا په سلګونو زره کسان د خوښيو او مېلې شپه تيروي .
نن د شا اغا زيارت ته څېرمه د لومړي ځل له پاره وزلوبه ( بزکشي ) وشوه .
د خاکريز ولسوالۍ ټولي شاوخوا سيمي امنيتي کسانو د څو ورځو را په دې خوا تر څارني لاندي نيولي وې . نن شپه او څو رارواني شپې به د شا اغا زيارت ته ورغلي ميله چيان د امنيت له خوا ډاډۀ وي .
د شا اغا زيارت کي درې کاله مخکي پر ډيرو لوبو او موسيقۍ بنديز و . زيارت کوونکو او ميله چيان به پر ډېرو ساده لوبو هم د طالبانو له ويري وارخطا ښکارېدل .
د شا اغا د زيارت ودانۍ ، مقبره ، او مسجد د امريکايي بمباريو پر وخت له منځه ولاړه ، چي بيا د سلاکار وزير او کندهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي له خوا په دې زيارت کي بنسټيز کار پيل شو .
د شا اغا زيارت اوس د زيارت کوونکو او ميله چيانو لپاره تر ٤٠ زيات مډرن کورونه لري ، د ډيزلي برېښنا لوی جنراتوران ، چي ټوله سيمه روښانولای شي ، د څو سوو کسانو د ځايدولو جوګه يوه ښکلې مسجد جامع ، د ٣٠٠٠ موټرونو لپاره پارکنګ ، د ساتيري پارکونه ، او ډير نور ...
ويل کيږي چي تر په مزار شريف کي تر سخي صاحب تر زيارت وروسته به په کندهار کي د شا اغا زيارت تر ټولو غټ او د اسانتياوو درولودونکی زيارت او د مېلې ځای وي .
نن په کندهار کي د بابا صاحب پر زيارت هم زرګونه کسان راټول شوي وو ، د شين غزي بابا پرزيارت هم د مريدانو ذکر او دزيارت کوونکو ډلي ډلي ليدلي کېدې ، او همدا ډول د شيرين جان پير زيارت ته هم تر ماښامه پر لاره ګڼه ګوڼه وه .
",نوی لمريز کال په کندهار کي په بېشانه ډول ونماځل شو
2252,,"
دکندهار په ولايت کې پوليسو د نشه يي توکو له پټ لېږدوونکو سره له يوې وړې نښتې وروسته ١٢٠٠ کيلو ګرامه ترياک و نيول .د کندهار د لويو لارو د ساتونکو پوليسو مشر عبدالاحمد مظلوم ددې څرګندونو تر څنګ زياته کړه چې ،دغه نشه يي توکي د نوموړي ولايت د ميوندولسوالۍ اود لشکرګاه د دوه لارې تر منځ په يوه لنډکروزر موټر کې ددوى پوليسو تر لاسه کړي دي .مظلوم داهم وويل چې ، په دې نښته کې مرګ او ژوبله نه ده رامنځ ته شوې .دى وايي چې، درې ميله سپکې وسلې يې هم له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه کړې خو قاچاق وړونکي په تېښته بريالي شوي دي .هلمندکې هم تېره اونۍ د د ې ولايت پوليسو ١١٥٠کيلو ګرامه ترياک نيولي وو .
سيمه ايز خلک تور لګوي چي پوليسو تر اوسه پوري د نشه يي توکو قاچاق کوونکي نه دي نيولي ، او هر ځل اعلان کوي چي نشه يي توکي ونيول شول ، او قاچاق کوونکي په تېښتي بريالي شوه . داسي فکر کيږي چي ګواکي امينتي پوليس د قاچاق کوونکو څخه د پيسو اخستلو په بدل کښي هغوی ته د تېښتي لاره ښيې .
",بيا هم نشه يي توکي ونيول شول او ليږدوونکي وتښتېدل
2253,,"
نن د ١٣٨٤ لمريز کال د وري يا حمل دمياشتي په لومړۍ نېټۀ په کابل کې دافغان امريکايي پوهنتون دبنسټ ډبره دافغان ولس مشر حامدکرزي اوپه کابل کې دامريکا دسفير زلمي خليل زادله لوري ديولړ مراسموپه ترڅ کې کېښودل شوه .ددې پوهنتون درسي ژبه انګريزي ټاکل شوې ده ، او په کال کې به له ١١٠٠ثبت شويومحصلينوڅخه يوازي دوه سوه تنه نوي محصلين مني .د کابل په سهيل د دارالامان په سيمه کې نوموړي پوهنتون ته په ځانګړې شوې ځمکه کې د بنسټ د ډبرې ايښودلو په مراسمو کې چې ،ديولړټينګوامنيتي تدابيروپه ترڅ کې جوړشوي و ، په ولس مشرکرزي اوزلمي خليل زاد سربېره يوشمېرنورو افغان چارواکو او بهرنيومېلمنوهم ګډون درلود .حامد کرزي په دې مراسموکې وويل چې ، د افغانستان د ګړندي نه پرمختګ يو لامل په هېواد کې د مسلکي کسانو نشتوالى دى .ده هيله څرګنده کړه چې، دا پوهنتون به ددې ستونزې په له مينځه وړلو کې له افغانانو سره مرسته وکړي .دامريکا دپرمختيايي ادارې ديوې مطبوعاتي اعلاميې له مخې به نوموړى پوهنتون د ٢٠٠٦ميلادي کال دسپتمبرپه مياشت کي پرانېستل شي
",د نوي کال په نوې ورځ د نوي پوهنتون د بنسټ دبره کښېښودل شوه
2254,,"
٢ د وري ١٣٨٤
د افغانستان په ډيرۍ سړو سېمو کې نوې ښوونيز کال نن د ښوونې او روزنې د ورځې په لمانځلو پېل شو.
کابل کې جوړي شوي يوې غونډې ته د ولسمشر حامد کرزي مرستيال وويل چې سږ کال به شپږنېم مليونه نجوني او هلکان ښوونځي ته ولاړ شي.
احمد ضيا مسعود وويل چې په هيواد کې د ښوونځيو ودانول او د ښوونيز نظام بېرته رغول د ټولو افغانانو ګډ مسسوليت دي. ",نن په افغانستان کې ښوونيز کال پېل شو
2255,,"
٢ د وري ١٣٨٤
افغان ولسمشر حامد کرزي اسلام آباد ته د خپل دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ نن د پاکستان د ولسمشر پرويز مشرف سره وليدل.
د دواړو هيوادونو مشرانو د خبرو اترو په ترڅ کې د تجارتي اړيکو په پراخولو موافقه وکړه.
د دې نه وروسته دواړو ولسمشرانود تړلو دروازو تر شا يو په يو غونډه وکړه او وروسته په رسمي خبرو کې د کابينې غړو او جګپوړو چارواکو هم ګډون وکړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت واي چې دافغان ولسمشر حامد کرزي د سفر په مهال به د پېښور او جلال آباد او کويټې او کندهار تر منځه د بس دتګ راتګ د پېل کولو موافقې هم لاس ليک شي. ",حامد کرزي پاکستان ته تللې
2256,,"
",
2257,,"
",
2258,,"
",
2259,,"
په مسكو كې د لرغوني نوروز جشن لمانځل کيږي
پتېيل شوې ده، چې د لرغوني نوروز ميله او د ۱۳۸۴ لمريز كال د لومړي ورځې د جشن په وياړ د روسيې د فدراسيون په پلازمينه د مسكو په ښار كې يوه پرتمينه غونډه جوړه شي.
هغه كميسيون، چې په مسكو كې د افغان تجارتي مركز له خوا څه موده پخوا ټاكل شوي و، نن زموز خبريال ته وويل، چې دغه غونډه به د ۱۳۸۴ لمريز كال د دوشنبي په ورځ د مسكو د ښار په شمال لويديزه څنډه كې، د يو لوي تياتر په تالار كې جوړه شي. په دي غونډه كې به نژدي ۱۵۰۰ تنه افغان مهاجر او د مسكو په ښار كې ميشت افغان سوداګر، ټولنيز او سياسي شخصتيونه ګډون وكړي.
په دي غونډه كې د ګډون كوونكو ميلمنو لپاره د غرمي ډوډۍ هم برابره شوي ده او ډوډوۍ له خوړلو نه وروسته به غونډه د قرآن كريم د څو آياتونو په تلاوت سره پيل شي. وروسته به د لرغوني نوروز او د نوي ۱۳۸۴ كال په وياړ د مباركيو پيغامونه ولوستل شي. بيا به په مسكو كې د يو شمير افغاني هنرمندانو له خوا د موسيقي كنسرت هم تر سره شي.
د يادولو وړ ده چې په افغان تجارتي مركز كې همدا اوس ۴۵۰ رسمي شركتونه فعال دي او په هغو كې له ۶۰۰۰ څخه زيات افغانان په رسمي توګه يوزيات شمير نور په غير رسمي توګه كار او فعاليت كوي.
د افغان تجارتي مركز په سيمه كې يو جامع جومات، يوافغاني ښوونځي او همدارنګه يو وړكتون شته دي. همدارنګه، سيمه ييز ټلويزيون او د نويد روز ورځپاڼه هم فعاليت كوي
",په مسكو كې د لرغوني نوروز جشن لمانځل کيږي
2260,عبدالله احسان - هالنډ,"
په بروکسل کي نوی کال ونماځل شو
شاعران يو په نغمو يادوو خــــــدای
هم په ورځو هم په شپو يادوو خدای
(پيرمحمد کاروان)
په بلجيم کي د افغانانو د پوهاوي مرستي او پيوستون ټولني د نوی لمريز ١٣٨٤ کال د رارسيدلو په مناسبت د شعر او موسيقۍ غونډه د ٢٠٠٥ زېږديزکال د مارچ دمياشتي پر شلمه نېټۀ د بلجيم هيوادپه پلازمېنه بروکسل کي جوړه کړه .
په دې غونډه کي پر يوشمير بلجيم مېشتو افغانانوبرسېره ،په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګې مشر ليکوال اوڅېړونکي ښاغلي زرين انځور، په جرمني کي د کلتوري ودي ټولني استازو، په هالنډکي دافغاني کلتوري ټولني په استازيتوب ښاغلي ډاکټرطارق رشاد، عبدالله احسان او د ټولني يو شمير غړو او يوشمير نورو اروپايي هيوادونو څخه راغليو ليکوالو ، شاعرانو او غونډي ته ور بلل شويو مېلمنو برخه اخستې وه .
په نوموړې غونډه کي چي ښاغلي حاجي محمد امين باوري پر مخ بېوله لمړی په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګې د مشر ښاغلي زرين انځور څخه هيله وشوه چي د نوي کال د نمانځني غونډه پرانيزي .
وروسته په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور دغونډي برخه والو ته د نوي لمريز کال د مبارکۍ په پيغام سره غونډه پرانيستل .
د افغانستان د راډيو او تلويزيون تکړه سندغاړي ښاغلي يارمحمد په خپل خواږه ږغ ؤ،او ځوانانو په ملي اتڼ سره د غونډي سندريزه برخه ښکلې کړه .
د نوي کال په دې نمانځنغونډه کي تر هري سندري وروسته غونډي ته رابلل شويو شاعرانو او دغونډي برخه والو خپل شعرونه او د نوي کال د مبارکۍ پيغامونه واورول .
ښاغلي : مبارز څاپی ، ډاکټر طارق رشاد ، محمد عاشق غريب ، نجيب احمدزي (د کاروان صاحب شعر) ، کبير کمال ، ډاکټر ماخان شينواري ، عبدالله نيازمند او د ازادۍ راډيو وياند احمد تکل په زړه پوري شعرونه او عبدالله احسان په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په استازيتوب د نوي کال د مبارکۍ پيغام واوراوه .
غونډي ته د ښاغلي واحد نظري طنز ځانګړې ښکلاوبخښله .
د يادولو وړ ده چي په غونډه کي د ټولو ګډؤن والو لپاره د ډوډۍ انتظام هم نيول شوی و .
غونډه د سهار پر پنځو بجو د نوي لمريز کال دمبارکۍ په ويلو او د نېکمرغه کال په هيله پای ته ورسېده .
",په بروکسل کي افغانانو ١٣٨٤ لمريز کال ته ښه راغلاست ووايه
2261,عبدالله احسان - جرمني,"
د بېنوا خپرنيزي څانګي ځانګړی راپور: عبدالله احسان
د افغانستان د کلتوري ودي ټولني لخوا دغازي امان الله خان _ د افغانستان د خپلواکۍ ستوریتر سرليك لاندي نړيوال علمي سيمنار جوړ شو
په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا د ٢٠٠٤ ږ کال د اګست پر ٢١مه نېټه چي د ١٣٨٣ ل کال د زمري ٣١مه نېټه کيږي د افغانستان د سياسي خپلواکۍ د بيرته ګټلو او د غازي امان الله خان د واکمنۍ د ٨٥ يمې کاليزي په مناسبت يو نړيوال علمي تاريخي سيمينار جوړ شو چې د دې سيمينارسرليك و (( غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ستوری )) .په دغه سيمينارکي د اروپا د بېلابېلو هيوادونو څخه پوهان ، ليکوال ، د کلتوري ټولنو مشران ، او استازي ، او د افغانستان د خپلواکۍ د ورځي ، غازي امان الله خان او دهغه د کورنۍ دغړو ( شهزاده احسان الله دافغانستان ، مېرمن يې ( ليلا د افغانستان )، او شهزادګۍ هينديه د افغانستان ) مينه والو تر اوو سوو ٧٠٠ تنو څخه زياتو نرينه او ښځينه و ګډون کړی وو ،سيمينار د ورځي پر دريو بجو د جرمني د ليور کوزن په ښارګوټي کي په رسمي توګه افتتاح شو ، ددغه سيمينار د چلولو چاري د هيواد دنوميالي وياند چي د بي بي سي د راډيو وياند هم دی ښاغلي ډاکټر داود جنبش پرغاړه و سيمينار د يو افغان ماشوم ښاغلي عابدالله ساپي لخوا د قران عظيم الشان د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل شو، ورپسې د افغانستان د کلتوري ودې ټولني د مشرتابه جرګې په استازيتوب ښاغلي زرين انځور پرانستونکې وينا وکړه ، ددغه سيمنار د علمي برخي لومړنۍ مقاله ( وينا ) دغازي امان الله خان د زوی ( شهزاده احسان الله د افغانستان ) له خوا واورل شوه ، ورپسې دوهمه مقاله دافغانستان د صدارت د پخواني مرستيال او دافغانستان د نوميالي ملي او علمي شخصيت ښاغلي ډاکټر عبدالصمد حامد له خوا واورول شوه ، د سيمينا ر دريم وينا وال نوميالی افغان مؤرخ او ليکوال کانديد اکاډيميسن محمد اعظم سيستاني و چي ددوی په مقاله کي د امان الله خان په سقوط کي د محمد ولي خان د نقش او د هغه په سقوط کي د مُتنفٍذ روحانيت د نقش په باب په تفصيل سره خبري شوي وې ددغه سيمنار بله مقاله ښاغلي پوهندوی عبدالروف خپلواک له خوا وه چي په اماني دوره کي يې د روښنفکرانو دريځ په اړه وه ، د هغوی نه وروسته د يوه جرمني ليکوال او د افغانستان د چارو د علاقه مند ښاغلي کلاوس کنيتيل مقاله وه چي ښاغلي ډاکټر افضل ګرديوال له الماني نه په پښتوله هرو څو جملو وروسته ژباړل ، له دې وروسته يوه تفريح وه ، د تفريح نه وروسته په دوهمه علمي غونډه کي دغو ښاغليو مقالې واورولې: ښاغلي ډاکټر داور ، ښاغلي ډاکټر علي ارغنداوي ( د هند په لويه وچه کي د غازي امان الله خان په نقش او محبوبيت باندي او هغه اثرات چي غازي امان الله خان په هند کي لرل او د خلافت تحريک چي هلته وه دهغې د محبوبيت او نقش په باب او همداډول له هند څخه افغانستان د مهاجريتو دهجرت د امان الله خان د علاقه مندۍ په باب بحث وشو )) ، ورپسې د کابل پوهنتو د پخواني استاد پوهنوال رسول باوري وه چي دوی په اماني دوره کي پر علمي اوتاريخي څېړنو ، کيندنو او تحقيقاتو په اړه د مقالې ځيني برخي ولوستې ، ( د يادولو وړ ده چي په سيمينار کي د درنو پوهانو او ليکوالو نه هيله وشوه چي د وخت د کموالي په وجه خپله ټوله مقاله ونه لولي ، ځينو درنو پوهانو خپلي علمي تر لسو دقيقو پوري رالنډي کړې ، په دې برخه کي ښاغلي پوهنوال وويل چي ، دا وخت د مقالې لوستلو ، يا يوې برخي لوستلو ته کفايت نه کوې ، زه به کوښښ وکړم چي خپله مقاله تاسو ته درمعرفي کړم ) د سيمينار وروستۍ مقاله د غازي امان الله خان د لور قدرمنې شهزادګۍ ( هنديه د افغانستان ) له خوا واورول شوه ، ٰ شهزادګۍ هنديه د افغانستان ٰ مقاله له هيواد څخه تر وتلو وروسته او په ايټاليا کي د غازي امان الله خان د ژوند په باب ځينو يادونو ته ځانګړې شوې وه له دغې مقالې نه وروسته په سيمنار کي د برخه والو لخوا ځيني پوښتنې وشوې چي د سيمنارګډون کونکو ورته ځوابونه وويل ، ځيني پوښتني د شهزادګۍ هينديه دافغانستان ٰ څخه د غازي امان الله خان دژوند په اړه وشوې چي شهزادګۍ د افغانستان ٰٰ ورته ځوابونه ورکړل ، د دغې غونډي په جشني برخه کي موسيقي او دبېلابېلو مستو اتڼونو برخي شاملي وې ، د المان له ګوټ ګوټ نه افغانانو چي په دې غونډه کي يې ګډون کړی وو په ډيرو ولولو سره يې په اتڼونو کي ګډون وکړ په تيره بيا دتنکيو زلميو او ماشومانو اتڼونه ډير زيات په زړه پوري وو چي د ټولو نندارچيانو او د غونډي د ټولو برخه والو ولولې يې راوپارولې ، د موسيقي په برخه کي د هيواد خوږژبي سندرغاړي ښاغلي اکبر نېکزاد برخه لرله ، او په دوهمه برخه کي د وتلي سندرغاړي ښاغلي نادر صديقي سندري شاملي وې چي د ټولو د خوښۍ وړ وګرځېدلې ، مجلس يې رنګين کړ ، خو بايد بيا ووايو چي د اتڼ برخه د ټولو برخه والو او ګډون کوونکو لپاره ډير په زړه پوري وه ، هغه وخت په تالار اووه سوه څوکۍ ډکي وې ، او لا هرې خواته برخه وال ليدل کېدل چي په پښو ولاړ وه کله چې درې تنکيو ځوانانو چي له څېرو څخه تر لسو کلن کښته ښکاريدل په ملي اتڼ کي برخه واخستل ، او ټولو برخه والو پاملرنه يې ځانونو ته واړول . په ډيرو تودو او له احساساتو نه ډکو چکچکو بدرګه او وستايل شول . په همدغه ورځ لکه څنګه چي ټاکل شوې وه دننګرهار په ولايت جلال اباد کي دغازي امان الله خان پر مقبره هم يو علمي غونډه او سيمينار جوړ شوی و چي دلته د جرمني دسيمنار په جريان کي د ښاغلي لال پاچا ازمون له خوا د تيلفوني وسيلې په مرسته په جلال اباد کي د غونډي اوسيمنار د جريان لنډيز د غونډي برخه والو ته ژوندی واورل شو چي دې سره دلته په جرمني کي ټول ګډون کوونکي په عيني وخت د جلال اباد د غونډي له بهير نه خبر شول . او هم ښاغلي لال پاچا ازمون ته دلته په ليور کوزن کي د سيمنار په اړه په لنډيز سره مالومات ورکړل شوه .دنړيوال سيمنار وروستۍ برخه ( موسيقي ) او اتڼ د شپې پر يوه نېمه بجه پای ته ورسيدل .
په سيمنار کي تر اوو سوو زياتو افغانانو برخه اخستې وه ، او ټولو ته دا ورځ يوه نه هيرويدونکې ورځ وه .
شهزاده احسان الله او شهزادګۍ هنديه د افغانستان په خپل وار سره د وينا په حال کي
افغاني کلتوري ودي ټولني او غړو يې د افغانستان د کلتور په وده کښي تر نورو ټولو ټولنو ډير کار کړی دی . دغه او دې ته ورته سيمينارونه او غونډي يې دکار ژوندۍ بېلګې دي .
تکړه ليکوال او د بي بي سي پښتو څانګي پخوانی وياند ښاغلي علي ارغنداوي ښاغلي ګرديوال د جرمني ليکوال او افغانستان د چارو د مينه وال ښاغلي کلاوس کېتيل د افغانستان په اړه وينا پښتو ژباړه کول .د کابل پوهنتون د لرغون پوهني د څانګي پخوانی استاد ښاغلی پوهنوال رسول باوري د هيواد نوميالي ليکوال ، او د بي بي سي پښتو څانګي خوږژبي وياند ښاغلي ډاکټر داود جنبش د علمي سيمينار چلونکی و ، دو غونډي ته يې ځانګړې ښکلا وبخښل .په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر او افغانستان د کلتوري ودې ټولني مشر د خپلواکۍ د بيرته ګټلو د ٨٥ يمي کاليزي او غازي امان الله خان علمي سيمينار ته د پرانستونکي ويناکوي
( شهزادګۍ هنديه د افغانستان او شهرزاده احسان الله د افغانستان ٰ ) د ښکلا په ليدلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل (( در کندهار است ؟ کندهار جای است که پدر من از انجا است ، کندهار وطني من است ؛ ( شهزادګۍ هنديه د افغانستان ) او شهزاده احسان الله د افغانستان او همدا ډول د شهزاده ميرمن ( ليلا د افغانستان ) هر يوه په ښکلا مجله کښي ګډون وکړ . ",د افغانستان د خپلواکۍ د ٨٥ کليزي په وياړ
2262,,"
",
2263,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ژباړه : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
څو خپل منځي خبرې
دلته غواړم چې په افغانستان کې د سیاستوالو او روڼاندو په هکله څو خپل منځي خبرې وکړم .
لومړی د سیاستوالو په هکله :
ښایې په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازینی هیواد وي چې د یوویشتمې پیړۍ تر درې نیمو کالو پورې داسې قانوني سیاسي ګوندونه؛ نه درلودل چې د قانون له مخې یې د سیاسي هلو، ځلو حق تر لاسه کړی وي دا ځکه وتلي مسلکي سیاستوال نه لرو. مسلکی سیاستوال هغه کسان دي چې په سیاسي علومو کې یې زده کړې کړي وي، کسب یې سیاست وي او ددې کار پر مخ بیولو لپاره سیاسي ګوندجوړ وي اویا د یوه سیاسي ګوند غړي کیږي . د هر کار تر سره کول سامانونو ته اړتیا لري، د سیاسي ګوند سامانونه هم زده کړي او تجربه لرونکي مسلکي سیاستوال دي . که څه هم په افغانستان کې داسې سیاستوال وو چې سیاسي ګوندونه او غورځنګونه یې جوړ کړي وو او یا دداسې ګوندونو او غورځنګونو غړي وو خو دغو ګوندونو او غورځنګونو د قانوني سیاسي کار حق نه و تر لاسه کړی . داځګه ددې ډول ګوندونو او غورځنګونو په کار کې د ۲۰۰۳ میلادي کال تر اکتوبر پورې خپل سري او ځنډ رامنځ ته شواو یا یې پر یوه، بل باندې غورځې، پرځې د وسله والو نښتو تر ټکه ورسیدې .
سیاستوال له عادي خلکو سره توپیرلري .عادي وګړي په دودیز ډول دخپل ځانګړي او کورني ژوند په سمون لګیا وي، ټوله هوښیاري او توان په دې لاره کې په کار اچوي چې اقتصادي،فرهنګي او ټولنیز ژوند یې ښه شي . خو سیاستوال لومړی د خپل هیواد دملي ګټو د لاس ته راوړلو او خوندي ساتلو او د ټولنیز ملي ژوند او عدل په فکر کې وي او بیا په نړۍ کې د عادلانه نظم او سوله ییز ژوند .
کله چې څوک وغواړي د سیاست ډګر ته ورننوځي باید د سیاسي کار اصول او تلن لاره په ژوره توګه زده او په پام کې ونیسي . د سیاسي کار تګلاره په ټولنیزه توګه د پرمختیا، پراختیا، عدالت او د خپلو خلکود سوکاله ژوند لپاره نه ستړې کیدونکي خدمتونه دي .
ددغه وطنپال هدف تر سره کولو لپاره دووسرچینو ته اړتیا ده. لومړی یو روښان ملي او دموکراتیک ارمان او تګلاره چې د خلکو د دیني او ملي دودونو ارزښت د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په چوکاټ او د ولسواکۍ له اصولو سره سم پکې خوندي وي . ترڅو دهغه پر بنسټ په هیواد کې د یوه سیاسي نظام او قانوني ټولني جوړول پیل شي . همدارنګه په دې لاره کې د ورته ارمان او باور د ګوندونو یو لاس کیدل او ګډې هڅې ډیرې ګټورې او د درناوي وړ دي .
څرنګه چې د سیاسي کار موخه خپل هیواد او خلکوته خدمت کول دي اوپه دې لاره کې د خپلې خوښې په انساني سرښندنه ولاړ کار دی یانې څوک چې په دغه سپیڅلي خو پیچلي، له ستونزواو خطرونو څخه په ډکه لاره کې ګام ږدي، د خپلې هوښیارۍ اودټولنې پېژندنې له مخې په خپله خوښه دغه له مسولیتونو ډک کار ته ملاتړي، هغه بایددسترې اروا، زغم، لوړ همت او غوره پیرزوینې خاوند هم وي او همیشه دخپل هیواد اوخلکود ښه ژوند،سوکالۍاونیکمرغۍ په فکرکې وي اوپه دې لاره کې له هېڅ ډول سرښندنې ډډه ونه کړي دا ځکه چې رښتینی سیاستوال همیشه دخپلوځانګړو،کورني،ګوندي،ژبني اوتوکمیزوګټوپرتله ملي او ټولنیزو ګټو ته ارزښت ورکوي . د هر هیواد غمیزه هغه مهال پیل کیږي چې سیاستوال یې دا رنګه سپیڅلي ملي اخلاق ونه لري اودا غمیزه هغه مهال د بربادۍ پړاوته رسیږي چې ولسمشر یې ددې رنګه غوره اخلاقو درلودونکی نه وي . د یوه هیواد سیاسي لارښوونکو ته تر دې بل ستر شرم نه شته چې ځانګړي، کورنۍ، ژبنۍ، توکمیزو او ګوندي ګټو ته د ملي عمومي ګټو په پرتله زیات ارزښت ورکړي .
د هیواد سیاسي لارښوونکي یانې هغه دولتي او ګوندي لارښوونکي چې د ټولنې د رهبرۍ دعوا لري باید د نیک خیال، نیک عمل او نیکې وینا خاوندان وي، په خپلوخبرواوژمنوولاړاود لوړو انساني اخلاقو درلودونکي اودځانګړو، سیاسي اوټولنیزوښېګڼو څښتنان وي، پوست او خاکساري وي، له ناوړه کارونو،سیاسي او ټولنیزو بد اخلاقیو،د خلکو او دولتي شتو له چور او چپاول څخه ډډه وکړي. خپلو ګوندي غړو، مرستندویانو او ټولو خلکو ته ځواب ورکوونکي وي، له غورو پرو، ځان ستاینې او ځان مننې ځان وژغوري، باید داسې اخلاقي زړورتیا ولري چې تر ځان لوړ او له ځان سره په برابرو کسانو باندې مخامخ نیوکې وکړي او نیمګړتیاوې یې په ګوته کړي؛ نه داسې چې مخامخ غوړه مالي ورته کوي او تر شا یې غیبت کوي . دارنګه اخلاق هغه مهال کرکجن کیږي چې له واک څخه په لویدلو او یا مړو کسانو پسې سپکې، سپورې ووایې .
سیاسي کسان چې د ټولنې د لارښوونې دعوا کوي ؛باید پرنسیپ پلورونکي، ظالم، ځانته غوښتونکي، ورځ چاري، ناځوان، دوه مخي، غوړه مال،بې وفا، تړون ماتوونکي او غچ اخېستونکي نه وي ؛ د اوبو او مالګې قدر و پېژني، د چا سره یې چې په یوه دسترخوان او یوه کاسه کې ډوډۍ خوړلي وي ده او کورنۍ ته یې په درنه سترګه وګوري؛ که څه هم دغه کسان له واک پریوتي او یا مړ شوي هم وي . « دوست ان است که ګیرد دست دوست ؛ در پریشاني خالي و درماندګي . »
باید یاد ونه وکړو چې موږ داسې پرنسیپ لرونکي سیاستوال لږ درلودل . په ځنو سیاستوالو کې ځان ستاینې او ځان مننې، ځورونې او غچ اخیستنې د لمر غوندې ښکاره وې او دي . دغه د واکمنو او زور ورو په وړاندې غوړه ماله او مریې ډله نه یوازې تر لاس لاندې اود بې وزلو کسانو په وړاندې بلکې ان د خپلو کورنیو په وړاندې هم ظالمه او زور واکي ډله لا تر اوسه هم په ډیر ویاړ په دې خبره شخوند وهي چې « سیاست مور او پلار نه پېژني . » په افغانستان کې به ډیر لږ او په مشکل سره داسې سیاستوال پیدا کړو چې خپلې نیمګړتیاوي او ګناهونه ومني . ځنې کسان چې لا تر اوسه هم په سیاست لګیا دي هڅه کوي چې د خپلو ګناهونو پټی د نورو په اوږو ور واچوي او خپل ځان سپین باز وښایې .
په دې خبره پورې څه نا څه اته دېرش کاله پخوانۍ کیسه را په یاد شوه که څه هم کیسه د قلم له پاکۍ سره لږه په ټکر کې ده خو څرنګه چې زه یې له یوې خوا دبیلګې په توګه وړاندې کوم اوله بلې خوا له لوستونکي څخه مخکې له مخکې بښنه غواړم ؛ هیله ده په دې هکله به مې وبښئ : « یوه ورځ مې له خپل دفتر څخه له چا سره ټیلفوني خبرې کولې په همدې مهال د افغانستان یو سپیڅلی او نامتو چارواکی چې څه نا څه هره ورځ یې سبا ناری او غرمنۍ په خیبر رسټورانټ کې خوړله دفتر ته د ټیلفون کولولپاره راپورته شو، پرته له دې چې خپلې ټیلفوني خبرې پرې کړم له چوکۍ پورته شوم لومړی مې د سر په ښورولو درناوی ورته وکړ او بیا مې د لاس په اشاره د کیناستو هیله ترې وکړه .
د ټیلفونی خبرو په پای کې مې هغه بل لوري ته وویل : « هو! هو ! په رښتیا چې ډیره خرکوسي ده ! »
ددې خبرې په اوریدو سپیڅلي چارواکي له موسکا په ډکه خوله راته وویل چې : « له ټیلفون وروسته به په دې هکله یوه کیسه درته وکړم .»
لنډه دا چې دټیلفوني خبرو په پای کې یې خپله کیسه داسې پیل کړه : « له یکي یوه لوړ واکمن سره په رسمي سفر فرانسې ته تللی وم یوه ورځ له غرمې وروسته تر ماښامنۍ پورې وزګار وو . واکمن راته وویل :« په هر ډول چې کیږي پرته له دې چې ساتونکي خبر شي ځان میترو ته ورسوه، زه هم راځم . »
کله چې نوموړی راورسیدو دواړه په میتروکې کیناستو او ځانونه مو دیوه قدرمن سپین ږیري سردارکورته ور ورسول چې له ډیرې مودې په فرانسه کې اوسیده .
څرنګه چې هماغه شپه د هغه هیواد د جمهور رئیس میلمانه وو او هلته سویه د واینو په خوښولو ازمایل کیده ځکه مو لومړی په بړګندي ډول یوه پیله کافي ورسره وڅښله او بیا واکمن صاحب د هغه کال د غوره واینومالومات ترې لاس ته کړ اوپه بیړه خپل هوټل ته راستانه شوو. واکمن صاحب پر کوچ باندې اوږد وغزیده ددې لپاره چې ساتونګي راباندې خبر نه شول لومړی یې له څښتن تعالی څخه مننه وکړه او بیایې ورپسې زیاته کړه : «وګوره چې په افغانستان کې څومره خرکوسي ده، ما له دې ډاره چې څوک به راباندې خبر شي دغه عادي مالومات هلته نه شو بشپړ کولای . »
ددې خبرې په اوریدو سره له یوه پلوه زه اریان شوم او له بله پلوه نوموړي زما په څېره کې د اریانۍ نښې ولیدې ځکه یې په ډیره مهربانۍراڅخه وپوښتل چې :«ولې دومره اریان شوې؟ ووایه چې بیا دې څه شی په زړه کې در وګرځیدل ؟ »
ما له بښنې وروسته ورته وویل :«صاحب! کله مې چې دا خبره له خلکو واوریده په دې اند شوم چې دا نیمګړتیا به په مامورینو کې وي، چې له مامورینومې واوریده ما ویل رئیسان به وي . له رئیسانو مې چې واوریده فکر مې وکړ چې وزیران دي . له وزیرانو مې چې واوریده ماویل ارومرو لومړی وزیر دی؛ یوه ورځ مې کټه مټه خبره له لومړي وزیر هم واوریده. صاحبه ! که رښتیا ووایم په تا باندې شکمن شوم خو اوس چې تا هم داخبره وکړه هک اریان په دې شوم چې نو په افغانستان کې دا خرکوس څوک دی ؟ ! »
زه ژباړن هم دې خبرې ته هک اریان یم چې زموږ ګران هیواد افغانستان دخپل منځي جګړوله کبله په کنډوله بدل شو، ټولې تولیدي اودګټې وټې سرچینې له منځه لاړې، څه ناڅه دوه نیم ملیونه افغانان د هر لوري د القا او تلقین، لمسونو او هڅونوله کبله دتوروخاوروڅلي شول، په لکونو معیوبین، کونډې،رنډې ، بورې او یتیمان د یوې شخوند مړۍ په ارمان دي . دباندنیو بادارانو د خوشالولو لپاره یې ملي پوځ له منځه یوړ او داسې زښتې ډیرې نورې ړنګې ویجاړې اوبېشرمۍ .
خو اوس چې هغه ټول جنګ ته هڅوونکي او لمسوونکي . جنګ پیل کوونکي او د جنګ، جګړې پر مخ بیوونکي مشران او لارښوونکي سپین بازان شول نو دا کار چا وکړ ؟ او څوک ملامت دي ؟
ښایې ځنې له هغو کسانو څخه چې لا تر اوسه د ورور وژنو په لوبه نه دي ستړي شوي او د خپل باندني روزي رسان خبره په ځمکه نه غورځوي او سر نه شي ترې غړولی دغې پوښتنې ته د ملنډو او همیشنۍ بې باکۍ له کبله داسې ځواب ورکړي : « دا ټول هغه په خاوروکې پرته شهیدان ملامت دي،ځکه چې دوی په افغانستان کې په خور غودي او مور غودي سیاست نه پوهیدل، وچ په وچه یې هم ځانونه د تورو خاورو څلي کړل او هم یې افغانستان ړنګ ویجاړ کړ ( ! ) . »
زموږ سیاستوال باید دازړورتیااواخلاق په ځان کې وروزي چې په خپلو تېروتنو، نیمګړتیاوو او ګناهونو اعتراف وکړي . لکه څنګه چې ځان په ټولنیزو ویاړونو کې شریک ګڼي همدارنګه باید ځان په ټولنیزو نیمګړتیاوو، ګناهونو او تېروتنو کې هم شریک وبولي . دا سمه ده چې لارښوونه ټولیزه او مسولیت ځانګړی دی . خو هېڅ یو ددې حق نه لري چې د خپل واک او مقام پر تله د خپل مسولیت پټی په خپلو اوږو یو نه سي . دخپلو ګناهونو، نیمګړتیاوواو تېروتنو په ځان منل او که اړتیا ورته پیدا شي له خلکو څخه د بښنې غوښتنه د مسولیت پټی کموي خو په نه تېروتنو، نه نیمګړتیاوو او بې ګناهیو باندې ټینګار او سرټمبګي اوله خلکو څخه بښنه نه غو ښتل دغه پټی دروند او لا دروند کوي .
په وروستیو کلونوکې ډیرو یادښت لیکونکو، تاریخ لیکونکو، کتاب او سرلیک لیکونکو له کډوالۍ او نه سانسور څخه په ګټې اخیستلو سره د سیاست او سیاستوالو په هکله په ډیرې بې مسولیتۍ او بې پروایۍ سره د خپل زړه بړاسونه ایستلي دي او لا په دې کار لګیا دي . له دغو لیکوالو یې ډیر د پخوانیوواکمنیو او ګوندونو لوړپوړي او واک درلودونکي کسان دي چې په هغه مهال یې له خپلو مقامونو څخه د پریمانو امتیازونو او بې شمېره پانګې تر لاسه کولو لپاره زښتې ډیرې ګټې اوچتې کړي دي خو اوس له هېڅ ډول اخلاقي پرنسیپونو پرته د خپلو واکمنیو ګناهونه ، تېروتنې او نیمګړتیاوې رابرسیره او په نورو یې ور تپي خو خپل ځان د هغه مهال اتل او بې ګناه کټمیره ښیې او دده په اند په هغه پړاو یامهالونو کې چې کومې ښې چارې شوي دي هغه ټولې په خپل ځان پورې تړي . دغه ناوړه هدف ته د رسیدو لپاره په کوټه بازۍ، درواغو، او د رښتیاوو په پټولو لاس پورې کوي چې په دې ډول ټولې رښتیني تاریخي پېښې په درواغجنو لیکنو کې نغښتي ټولنې ته وړاندې او لوستونکي په غلطو لارو بیایي چې دا په خپله ډیره ستره او نه بښونکي ګناه ده .
یو بل شی چې په ځینو سیاستوالو کې ښکاره او ثابت شو هغه له هر ډول مهال نه د ګټې پورته کولو یانې د ورځ چارۍ ناروغي ده . دغې ورځ چارۍ او اپرچونیستۍ داسې بدرنګ او ناوړه حالت رامنځ ته کړچې هېڅوک له هیچا سره نه وو او هر یو د هر چا سره و . پرنسیپ له منځه لاړ او په هیڅ یوه باندې باور نه کیده . هغه کسان چې همیشه یې په بړ، بړ له اصولیت، پرنسیپ او وفادارۍ څخه خبرې کولې پداسې ډول یې د ورځې په نرخ ډوډۍ خوړل پیل او د خپلو ځانګړو، توکمیزو او فرکسیوني ګټولپاره یې په خوا بدلولو او پرنسیپ ماتولو پیل وکړ چې هک اریان به ورته پاتې وای . له هر واکمن څخه یې امتیازونه اخیستل، دده په ستایلوکې یې له هېڅ ډول غوړه مالۍ او مبالغې ډډه نه کوله او خپل ځان یې ورته له ټولو زیات مریې او وفادارګڼلوخوکله چې دهغه د واکمنۍ پښې لړځنده کیدي ده به سمدستي ځان ترې څنګ ته او پس پسی به یې ورپسې پیل کړ او کله چې له واک څخه پریوته دده د ګناهونو، نیمګړتیاوو او تېروتنو اوږد لیست یې له جیب څخه رایوست او هماغه ډول چې د واک پر مهال یې له هېڅ ډول غوړه مالو ستایلو ډډه نه کوله په هماغه توګه یې اوس د هغه د غندلو لپاره له هېڅ ډول درواغو، تورتپنو او چټیاتو څخه دریغ نه کاوه . دغه ناوړه او ځورونکي ناځوانۍ هغه مهال ډیرې کرکجنې کیږي چې پروني مریان او ننني پروپاګنډچیان خپلې درواغجنې لیکنې او تورتپنې په خپلو مړو واکمنو پسې چې له ځانه دفاع نه شي کولای پیل کړي . دا ځکه ځنې کسان وایې چې :« سیاست ډیره چټله لوبه ده، پام چې ورنږدې نه شئ .»
ددغه سیاسي چټلیو چې موږ په خپلو غوږونو اوریدل او په خپلو سترګو یې وینو یوه بیلګه د هغو سیاستوالو ده چې په خوله یې د باندنیوپه ضدخبرې کولې ،ځانو نه یې وطنپال اوملي کسان ښکاره کول اوخپل سیالان یې له دوی سره په اړوند توب تورن کول خو ډیرو لاسوندونو او د خپلو سترګو لیدلي حال دا خبره دلمر په څېر ښکاره ګړه چې دوی په خپله تر ټولو زیات په هماغه باندنیو پورې تړلي وو او تړلي دي چې دوی به خپل سیالان له دوی سره په اړیکو درلودلو تورن کول .
عالمه فکر ورته وکړئ ؛ په هغه چا چې نازیدئ د بل چا ونه .
د روڼاندو په هکله :
روڼاندي په خپل هیواد او نړۍ کې د غوره فکرونو مخکښان دي . همدغه روڼاندي دي چې د نوي مدني ټولنې لارښودونکي اودنوښتګرو نظرونو ډیوه بلوونکي دي .
د روڼاندو بنسټیزه دنده د غوره اندونو رامنځ ته کول او د علومو بډای کول دي . هرڅوک چې د روڼاندۍ دعوا کوي باید د غوره فکرونو په رامنځ ته کولو او د علومو په خپرولو او بډای کولو کې د لیکنو، تالیفونو او ژباړو له مخې خپله ملي او وطني دنده تر سره کړي کوم چې داسې روڼاندي د ټولنې لارښوونکي دي اود مدني ټولنې په پرمختیا، پراختیا اوټېنګښت کې وتلي دنده او رول لري . څرنګه چې په خپله روڼاندي دي نو په همدې ډول یې باید په ټولنه کې د روښان اند خپرول هم ښکاره وي .
ځنې روڼاندي په عملي سیاست کې برخه نه اخلي خو په سیاسي چارو پوهیږي او کولای شي چې نوي ګټور علمي اندونه، نظرونه او سیاسي جوړونکي تیورۍ خپل هیواد ته او ان په نړیواله کچه رامنځ ته کړي چې ددغه روښن اند یوه وتلي بیلګه هماغه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ده . ځنو دا ډول وطنپالو او بشر پالو روڼاندو په عملي سیاست کې هم برخه اخیستي ده او خپل هیواد ته یې ستر خدمتونه کړي دي ، هر هغه هیواد چې دا ډول روڼاندي ولري هغه د ملي ژوند په ټولو چارو کې ډیر زر بریالی کیږي . خو باید داخبره ومنو چې موږ په افغانستان کې دا ډول روڼاندي کم لرو . د افغانستان روڼاندي د افغانستان په کچه روڼاندي دي، د خپلو حالاتو او د افغاني زده کړو په نظر کې نیولو سره یې د ورځنیو نړیوالو علومو په بډایۍ کې لکه څنګه چې ښایې برخه نه ده تر سره کړي . ډیر کسان د روڼاندۍ دعوا کوي خو نه یوازې نووښتګرې لیکنې او تالیفونه؛ نه لري بلکې نووښتګره سرمقاله هم نه لري . ځنې که تالیفونه او اثار هم ولري نه شي کولای چې د نننۍ ورځې په نړیوالو علومو څه شی ور زیات کړي او یا کوم نوی نظر په ملي او نړیواله کچه وړاندې کړي . زموږ په لرغوني هیواد افغانستان کې ځنو روڼاندو ډیر اسان لوست پیدا کړی دی چې هغه سیاست بازي ده په دې مانا چې زموږ ډیر روڼاندي په سیاست لګیا وو او دي او موږ ځنې په سیاست کې داسې ککړ شوي یو؛ پرته له دې چې د خپل هیواد حالات په پام کې ونیسو او ویې څېړو غواړو په خپل هیواد کې د باندنیو نظر وړاندې کوونکو؛ نظر او تیورۍ د ښې پیرزوینې له کبله،له وروسته پاتي والي او ټولنیزې بې عدالتۍ څخه د خلاصون لپاره په کټ مټ ډول پلي کړو چې بالاخره د تاریخي لاسوندونو پر اساس د کار پای مالوم دی .
زموږځنې روڼاندي هم هغه څوک دي چې هېڅکله دمسولیتونوپټی په اوږو نه اخلي او ددوی د ژوند په قاموس کې هېڅ ډول ګناهونه، تېروتنې او نیمګړتیاوې ځای نه لري، څه شی چې د دوی په قاموس کې په پریمانۍ پیدا کیږي هغه ځان ستاینه او ځان مننه، ځان ښکارونه او بې انصافي، نه مننه او کینه، د نورو ملامتول او ځان د زمانې اتل ښودل او په ټولو هغه ګټووټو باندې په رڼا ورځ منکریدل چې له تېرو واکمنیوڅخه یې تر لاسه کړي دي . دا رنګه روڼاندي له هر دولتي نظام سره وو اوله هېڅ دولتي نظام سره نه وو . کله چې یودولتي نظام په واک کې و دوی له هېڅ ډول غوړه مالۍ، ستایونکو ویناوو او د هغه نظام په ګټه له قلم چلولو څخه ډډه نه کوله چې له دې کبله یې پریمانې ګټې تر لاسه کولې . خو کله چې هغه نظام له واک څخه پریوته په هماغه ورځ یې ټول کړه وړه د لویدونکي نظام په وړاندې راڅرخیدل ، ددې رنګه روڼاندو ټول شعارونه او پرنسیپونه په خپلو ځانګړو ګټو راتاویدل او تاویږي، د خپلو ځانګړو مادي او معنوي ګټو لپاره یې له هېڅ ډول پرنسیپ پلورنې ډډه نه کوله، غټې،غټې خبرې یې کولې خو په یوه کوچني امتیاز یې ځان پلورلو. ددغه ډلې یوه بله ځانګړتیا د کوټه او درغلګر شهرت تر لاسه کولو لپاره په څلورو پښو ځغستل وو او دي . ددې ډول روڼاندو یوه بله بې حیایې په خوړلو خواړو منکریدل ، نه مننه او نه ځواني ده .
ددغه ډلې یوه بله ځانګړتیا دا هم ده چې په څرګنده د باندنیو په وړاندې کینه ښکاره کوي، د وطنپالنې غورې، پرې یې دهسک تر څوکو رسیږي خو په عمل کې یې په باندنیو باندې په ډیره لږه بیه ځانونه پلورلي دي .
زه اتل هیواد یم ستا نیکونو د سرونو په بدل ساتلم
په سترګو ړوند شې دا دې څومره په ارزانه بیه و پلورلم
په افغانستان کې ډیره ستره ستونزه له دې ډول روڼاندو سره مخامخ کیدل دي .
",څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول ( ٢٩ مه ) برخه
2264,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ژباړه : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
د وخت ازموينه
په افغانستان کې د وخت ازموینه ددې حقیقت ښکارندوی ده چې د افغانستان پیچلیوجغرافیه یې، اقتصادي، ټولنیزو،فرهنګي،نړیوالو اړیکو او د افغانستان حساس ستراتیژیک حالت دپراختیااوپرمختیا،دپریمانومادي اومعنوي تولیداتو د عادلانه ویش لارې ډیرې پیچلي کړي دي . د افغاني ټولنې د دودیزوالي او د دیني عقیدو په نظرکې نیولو سره د ټولنیز بدلون لپاره باید د پرمختیا هغه ګام په ګام قانونمندي چې د څرنګوالي پړاو ته رسیږي پر مخ بوزي او په ژوره توګه یې په پام کې ونیسي .که چیرې دا ټولنیزه قانونمندي په ژوره توګه په پام کې ونه نیول شي او په ذهني توګه سیاسي او ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي پر مختګونه په کوټه توګه په کار واچول شي پایله یې ډیره زیانمنه وه او ده .
دافغانستان په تاریخ کې له (۱۹۱۹) م کال وروسته ډول، ډول سیاسي اوټولنیز جریانونه له بیلابیلو نظرونو سره د افغانستان د پرمختیا او پراختیا او د ټولنیز عدالت دټېنګښت اوپلي کولولپاره په ډیرښه نیت دافغانستان دسیاسي ازموینې په ډګر کې راښکاره شوي دي خو له بده مرغه لکه څنګه چې ښایې له دې ازموینې څخه بریالي نه دي راوتلي . بریالیتوب به هغه مهال تر سره شوی وای چې د افغانستان خلک د یوه سیاسي او ټولنیز دموکراتیک سیسټم په رامنځ ته کولو توانیدلي وای او خپل ملي ژوندیې ددغه سیسټم په چوکاټ کې جوړ او د قانوني حاکمیت په لاره یې روان کړی وای .
هره ډله چې د سیاست ډګر ته راغلي ده، هڅه یې کړي ده چې د هیواد ټولې چارې د خپلې ځانګړي خوښۍ او هوښیارۍ پر بنسټ اوارې کړي او غوښتې یې دي چې د ښې پیرزوینې له مخې ددغه دودیزې اوپه منځنۍ پیړۍ کې د پرتې ټولنې رنګا رنګ اقتصادي،ټولنیز، فرهنګي او سیاسي ستونزې په یوه منډه او چټکۍ اوارې او ځان د هغه مهال اتل وښیې . څرنګه چې دغه پټی ډیر دروند و او ډیر زر یې وړونکي ستړي کړي دي او واکمنې ډلې پداسې ستړي ستومان حالت کې هر نیوکې کوونکی د پرمختګ خنډ او د خپلې ډلې دښمن ګڼلی دی او د غوسې له مخې یې له ظلم ډک چلند ورسره کړی دی چې په نتېجه کې یې دخپلې ماتي د جنازې لپاره کفن چمتو کړي دي .
په افغانستان کې ستره سیاسي ستونزه داده چې هره سیاسي ډله په ډول له ډولونو څخه د هماغه تېرې واکمنۍ تېروتنې او نیمګړتیاوې غبرګوي . ددغو تېروتنو او نیمګړتیاوو زیاته برخه هماغه یکي یو توب،د هیواد د کورنیو او باندنیو حالاتو نه پېژندل او له تېرو تاریخي ترخو او خوږو تجربو څخه ګټه نه اخیستل دي . که څه هم د افغانستان په تاریخ کې په تېره خو له (۱۹۱۹) م کال را وروسته تر نن ورځې پورې دومره پریمانې ښې او بدې . خوږې او ترخې تجربې شته چې کولای شو د سیاسي سمې لارې د پېژندلو او ښه له بد څخه د بیلولو لپاره له همدغه غوره تجربو څخه وړګټه اوچته کړو. دغه تجربې موږ ته دا خبره را زده کوي چې د ټولو ملي او دموکراتیکو ځواکونو چمتو کول او د ټولو خلکو سیاست ته راښکل او د مدني ټولنې په لوري روانول وخت ته اړتیا لري او نه شي کیدای چې په بیړه او چټکۍ سره دغه ستر وطنپال او ملي هدف تر لاسه کړو. په دې لاره کې باید تبلیغي، هڅوونکي او زده کوونکي عملي کارونه په تېره خو د لیدلو او کتلو له لارې ډیر پراخ او هر اړخیز کارونه تر سره شي .
دافغانستان د پرمختیا او وروسته پاتې والي له کرغیړنو منګولو څخه د خلاصون لاره هماغه لاره ده چې ټول بشر پرې تللی دی . دا لار یو ټولنیز او اقتصادي سیسټم ته د رسیدو لاره ده چې دخلکو په ازاد هوډ او د ټاکنو له لارې رامنځ ته او پایله یې په افغانستان کې یو ولسواک نظام او قانوني حکومت دی . داسې نظام چې ټول دیني، دودیز او ملي ارزښتونه پکې خوندي او په سمه لاریې پر مخ بوځي تر څو د رښتیني ملي او مدني سیاست لپاره هر اړخیزه لار پرانیزي . له ټولنې څخه زور او ظلم ورک او دخپل ملي ژوند ټولې چارې په قانون او د ولسواکۍ په نظام برابرې کړي .که چیرې د تاریخ په اوږدو کې ټولو سیاسي ډلو او پوه کسانو په سپیڅلتیا سره او په پرله پسې ډول په دې لاره کې لاسونه سره یو کړي وای زموږ ګران هیواد افغانستان به د داسې ملي غمیزې سره نه وای مخامخ شوی .د وخت ازموینه په ښکاره توګه ددې خبرې ویاندوی ده چې دافغانستان سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او فرهنګي پیچلي چارې په یکې یوتوب، یوې ډلې، غورو پرواو توکمیزه توګه نه شي سمیدلای داځکه موږ ټول د وخت په ازموینه کې لکه څنګه چې ښایې نه یو بریالي شوي او په خپل ګران هیواد افغانستان کې مو لا تر اوسه د ولسواکۍ او قانون په ستنو ټېنګ او ولاړ داسې نظام نه دی رامنځ کړی چې د افغانستان پرمختیا او پراختیا، د ملي ژوند په ټولو برخو کې ټولنیزعدالت ته ژمن وي، لکه څنګه چې وایې :
هر کناموخت ز ګذشت روزګار؛ هرګز ناموزد ز هیچ اموزګار
ښه ده چې د تېر مهال له تجربو یې زده کړو، دټولو ملي ډلو اوکسانو په سپیڅليو مرستواوهلوځلو سره یوداسې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز اوفرهنګي قانوني نظام رامنځ ته کړو چې بنسټ یې په ولسواکۍ او دخلکو په ازادو ټاکنو ټېنګ او ولاړ وي .
",څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٠مه ) برخه
2265,ژباړن ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ژباړه : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
د قانون حکومت
د افغانستان د خلکوتاریخي غوښتنه وه او ده چې د نورو بشري ټولنو غوندې قانوني حکومت ولري . خو ددوی دغه تاریخي او طبیعي غوښتنه لکه څنګه چې ښایې نه یوازې تر دې دمه تر سره شوی نه ده بلکې په ځنو ویشل شویو تاریخي پړاوونو کې د ځنګل قانون هم حکمراني کړي ده . د افغاني ټولنې د رنګه رنګ ستونزو یو لامل دا هم دی چې په تېر او اوسني مهال کې یې په بشپړ ډول نه قانون منلی دی او نه د قانون حاکمیت ټېنګ شوی دی .
د افغانستان خلکو د تاریخ په اوږدو کې په تېره خو د خپلواکۍ له بیا ګټلو را وروسته ډیرې هلې ځلې وکړي چې خپل ملي ژوند د قانون په چوکاټ کې برابر کړي . خو له بده مرغه د دوی هلې ځلې دومره ګټورې پرې نه وتې چې په هیواد کې قانوني نظام رامنځ ته او تلپاتې قانوني حکومت ټېنګ کړي .
د اصولو له مخې هماغه اساسي قانون چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو وروسته په (۱۳۰۱) لمریز کال کې جوړ شوی و؛ باید له منځه نه وای تللی او یا هغه دموکراتیک اساسي قانون چې په (۱۳۴۳) لمریز کال کې د وخت له غوښتنو سره سم د اولسي جرګې په پرېکړه رامنځ ته شو باید په ډیر درناوي سره ساتل شوي وای او د اړتیا په وخت کې د هغه مهال له غوښتنو سره سم ځنې بدلونونه او سمونونه ورسره مل شوي وای . لکه څنګه چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې چې ملي پوهه لري همداسې شوي دي . وایې چې د امریکا متحدو ایالاتو د اساسي قانون مل پاڼي له اصل اساسي قانون څخه په کراتو مراتو زیاتې دي . په هغو ټولنو کې چې ملي احساس او ملي مسولیت رامنځ ته شوی دی؛ خلک یې په دې پوهیږي چې د حکومتونو او نظامونو بدلون د اساسي قانون، د ملي بیرغ، او ملي سرودد بدلون په مانا نه دی . لکه چې وویل شول کیدای شي د وخت له غوښتنو سره سم ځنې سمونونه پکې رامنځ ته او د اساسي قانون مل شي .خو داسې نا چې په ټول قانون باندې د بطلان کرښه راویستل شي . له بده مرغه زموږ په هیواد کې چې هر چا واک تر لاسه کړی دی خپل ځان ته یې اساسي قانون جوړکړی دی . ښایې افغانستان یوازینی هیواد وي چې په اتیا کلونوکې یې اته یا نه اساسي قوانین، ملي بیرغونه او ملي سرودونه بدل کړي دي . د اریانۍ خبره خو داده چې ددغو قوانینو هره یوه جوړونکي دعوا کړي ده چې دغه قانون مو د ملي زېرمې او تړون په توګه اوسني او راتلونکي نسل ته جوړ کړ . څوک چې په څواولسي جرګو کې د څو اساسي قوانینو تصویب کوونکي وو هېڅکله یې دا پوښتنه نه ده کړي چې هغه بل تصویب شوی قانون څنګه شو چې اوس بل اساسي قانون تصویب کوو . همدارنګه د خلکو له خوا هم داسې قانوني پوښتنه نه ده شوي . که څه هم زموږ په ګران هیواد افغانستان کې بیلابیل اساسي قوانین منځ ته راغلي دي خو هېڅ یوه د ژوند پایښت نه دی موندلی او لکه څنګه چې ښایې په عملي توګه نه دي تطبیق شوي .
موږ باید په سوچه اوزړوره توګه دا ملامتیا په ځان ومنو چې ددې کار په کړلو سره مو زیاته ملي تېروتنه کړي ده . او دا هم باید ومنو چې زموږ د وروسته پاتې والي، د سترو ستونزو او غمیزو یو غټ لامل هم د همدغه قانوني نظام، قانوني حکومت او قانوني حاکمیت نشتوالی دی . په دې خبره باندې په پوهیدو سره نواوس بایدڅه وکړو ؟
اوس یې باید له تاریخي تجربوڅخه زدکړو، هرڅومره چې زر امکان لري د قانوني حکومت او ملې حاکمیت د ټېنګښت لپاره د ( ۱۳۸۳) لمریز کال د تصویب شوي اساسي قانون بشپړ درناوی وکړو، که چیرې په راتلونکي کې له کومو قانوني ستونزو سره مخامخ کیږو چې داساسي قانون مواد هغو ته سم او قانوني ځواب نه شي ورکولی ؛ کیدای شي چې د هغو لارو له مخې چې په خپله په اساسي قانون کې شته مل قانوني پاڼي ورسره یو ځای شي؛ نه داسې چې په ټول قانون باندې کرښه را وکاږو او بیا پرې ناندرې ووهو او هماغه ویرجنه غمیزه له سره پیل کړو .
له نیکه مرغه همدا اوس اساسي قانون، د ګوندونو قانون، د مطبوعاتو قانون، د جزا قانون، مدني قانون اوځنې نور قوانین، مقررات او تګلارې لرو که چیرې وتوانیږو چې دغه په عمل کې تطبیق کړوپه باور سره ویلی شو چې زموږ په ملي ژوندکې به قانونیت، سوله، امنیت،مصئونیت، عدالت، بیا رغاونه، ولسواکي، پرمختیا او سوکالي رامنځ ته شي او ټېنګښت به پیدا کړي .
راځۍ له داسې خبرو تېر شو چې عملي تطبیق یې امکان ونه لري ؛ ښه ده یوازې د قانون تطبیق ته پام وکړواو په دې لاره کې په ډیره سړه سینه او پوره زغم داسې نه ستړي کیدونکي ګامونه اوچت کړو او د نړیوالې ټولنې په مرسته داسې اداري سیسټم رامنځ ته کړو چې د بیروکراسۍ له منګولوخلاص شو او خپل دولتي اداري سیسټم پداسې فورمو او جدولونو کې ځای په ځای کړو چې هم د ناوړه ګټې او بیروکراسۍ مخه پکې ونیول شي او هم زیات وخت او بې ځایه سرګرداني پکې راکمه شي . تر څو په دې ډول اداري کار په اوتوماتیکه توګه قانوني چوکاټ ته ولوېږي او پر مخ لاړ شي ؛هماغه رنګه چې په نورو هیوادونو کې رواج او په ډیرو هیوادونو کې کمپیوټریز شوي هم دي .
د قانوني نظام،قانوني حکومت او قانوني حاکمیت د جوړولو لپاره باید کومې چارې تر سره شي ؟
په لومړي ګام کې باید داخبره د سرلیک په توګه ملي ستراتیژیک هدف وټاکل شي چې سیاسي او ټولنیز غورځنګونه تر دې چې خپلې تګلارې په پیچلیواو بې مانې لغتونو ډکې کړي ؛ ښه ده چې په دې تاریخي پړاو کې یوازې د قانوني نظام، قانوني حکومت او قانوني حاکمیت رامنځ ته کول خپل هدف او تګلاره وټاکي .
ښکاره ده چې قانوني حکومت هغه مهال رامنځ ته کیدای شي چې د افغانستان خلک یې په ګټه پوه شي او د خپلې هوښیارۍ له مخې نه یوازې د قانون تطبیق ته غاړه کیږدي بلکې د قانون او قانوني حکومت په کلکه ملاتړ وکړي . خلک هغه مهال په دغه ستره ملي دنده پوهیږي چې له سواد او هر اړخیزې پوهې څخه برخمن وي .سواد او هر اړخیزه پوهه هم وخت غواړي او باید د ښوونې او روزنې څومره والی او څرنګوالی داسې پراختیا ومومي چې په څنګ کې یې د اذهانو روښانولو لپاره په پرله پسې توګه د لیدلو او کتلو تبلیغات هم ځای پیدا کړي .
کیدای شي چې د قانوني نظام، قانوني حکومت او دقانوني حاکمیت د ټېنګیدو لپاره د لاندې کړو وړو نوم واخـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلو: - ددولتي ځواک ( دقانون جوړوونکي، دچارو بشپړوونکي اودنیاوکوونکې ځواکونه) په ګډو سپیڅلیوعملی او پرله پسې هلو، ځلو سره لوړ هدف ته رسیدل. -د ازادو مطبوعاتو له خوا خبر ورکول، روښانول، په ډاګه کول او ټینګار کول .
--دسیاسي ګوندونوله خواخبر ورکول، روښانول،په ډاګه کول او ټینګار کول .
-د ټولنیزو او فرهنګي ِغورځنګونو او نورو ټولنو له خوا خبر ورکول، روښانول، په ډاګه کول او ټینګار کول .
- دبشري حقونودنړیوالې اعلامیې د ارزښتونوساتلو سازمان له خوا خبر ورکول، نیوکې کول، روښانول،په ډاګه کول او ټینګار کول .
- د مدافع وکیلانو او ازادو حقوقي موسسو له خوا د قانون ملاتړ، خبر ورکول، روښانول، په ډاګه کول اوټینګار کول .
- د کارپوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، هنرمندانو او ټولنیزو شخصیتونو له خوا روڼاندی عمل، خبر ورکول، په ډاګه کول او ټینګار کول .
زموږ د ګران هیواد افغانستان ملي ؛ګټې امر کوي چې د قانوني نظام، قانوني حکومت او د قانوني حاکمیت د ټېنګولو لپاره باید پراخه ملي جبهه جوړه شي او دغه جبهه د ملي او بین المللي شرایطو په پام کې نیولو سره په دې لاره کې په ډیر زغم او هوښیارۍ سره پر له پسې ګامونه او چت کړي . په دې کار کې د قوانینو د ساتونکو او څارونکو موسسو لکه پولیس، څارنوالان،قاضیان، مدافع وکیلان او د حقوقدانانورول ډیر اړین او ارزښتمند دی .خو د داسې سپیڅلیو ، هوښیارو او په قانون باندې د باوري او ټېنګو کسانو پیداکول اسان کار نه دی . داځکه باید دولت ددې ډول کسانو ښوونې او روزنې ته چې د هر هیواد ډیره ستره پانګه ګڼل کیږي؛ ژوره پاملرنه وکړي .
زموږد ګران هیواد افغانستان ستره نیکمرغي به هغه مهال وي چې د سیاستوالو، ګوندونو او غورځنګونو پر ځای قانون حکومت وکړي او د قانون حاکمیت ټېنګ شي، چارواکي او ګوندونه یوازې د قانون څارونکي او ساتندوی وي ؛ نه په خلکو باندې واک چلوونکي، ځکه چې رښتینی حاکم او چارواکی قانون دی .
",څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣١مه ) برخه
2266,,"
د هغې وسله والې شخړې په پايله کې چې، د وري د دوهمې په ماښام د بغلان ولايت دخوست وفر نګ دولسوالۍ د اوسېدونکواود يوه پخواني قوماندان ترمنځ پېښه شوه ،ددواړوخواوو څلورتنه اود سيمې دوه تنه استوګن ټپيان شول .د بغلان ولايت د امنيتي چارواکوپر وينا ،دغه نښته د قوماندان حسيب الله اوددې ولسوالۍ د ده نجراب د قوم ترمنځ پېښه شوه چې، دټپيانوله ډلې څخه ديوه حالت د اندېښنې وړدى اود درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوى دى .د خوست ولسوالۍ يوه غرييزه ولسوالي ده چې، د بغلان ولايت له مرکزڅخه سلوکيلومټره واټن لري د خوست وفرنګ ولسوالۍ د امنيه قوماندان سمونمل عبدالحميد پر وينا،نښته هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې، قوماندان حسيب الله غوښتل په هغه سيمه کې چې، دده نجراب په قوم پورې تړاولري د زور له لارې کورجوړ کړي.
",په بغلان ولايت کي وسله واله نښته وشوه
2267,,"
دهلمند په ګر شک ولسوالۍ کې دوه پوليس دوري پر ٣ مه نېټه دنامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي بل لورته په دې ولسوالۍ کې دپوليسواودملي امنيت دپخواني رئيس دکسانوترمنځ په جګړه کې درې پوليس اودوه دامنيت دپخواني رئيس کسان ټپيا ن شوي دي دګر شک دامنيې قوماندان حاجي خان پژواک خبري آژانس ته وويل چې، پوليس په خپل موټر کې روان و چې، له يو سراچه موټر څخه پرې ډزې وشوې او دوه تنه پوليس يې ووژل او يو يې ټپي کړ.دده پر وينا، حمله کوونکي په تېښته بريالي شوي دي خو دهغوى دنيولو لپاره هڅې روانې دي.ده داهم وويل چې، له سنګين ولسوالۍ څخه داستخباراتو مامورين دوري ددويمې نېټې په شپه ګر شک ولسوالۍ ته روان وو چې، دلويې لارې دکنډک دپوليسو له خوا پرې سهواً ډزې وشوې.
",په ګرشک ولسوالۍ کي نښتي شوي دي
2268,,"
د روسيې او افغانستان تر مينځ د افغاني زندانيانو د وركولو په هكله موافقه ليك د مارچ په ٢٣ نېټهپه مسكو كې لاسليك شو.
دغه موافقه ليك په مسكو كې د افغانستان د لوي سفارت شارژدافير، ښاغلي غلام سخي غيرت او د روسيې د فدراسيون د عدليې وزير، ښاغلي يوري چايكا، لاسليك كړ.
ښاغلي غيرت، وويل: د دغه سند په لاسليك كيدو سره د دواړو هيوادونو تر مينځ د عنعنوي ښو دوستانه اړيكو د بيا ټينګيدو لاره پيل كيږي.
د روسيې د فدراسيون د عدليې وزير په دي خبره باندي ټينګار وكړ چې دغه سند د ټولو نړيوالو اصولو او په دي ډله كې د ملګرو ملتونو د موسسي له اصولو سره سمون لري.
ښاغلي غيرت وويل: چې د دي سند له مخي به ټول هغه زندانيان، چې د روسيې د فدراسيون په خاوره كې د قانون نه د سرغړوني په تور د بند موده تيروي، افغاني لوري وسپارل شي او هغوي به په افغانستان كې د خپل بند موده تيروي.
ويل كيږي، چې د روسيې د فدراسيون په زندان كې د ځينو افغاني زندانيانو صحي وضعيت ښه نه دي او يو شمير يې په نري رنځ اخته دي.
څ موده پخوا، د دغو زندانيانو د برخه ليك په هكله په مسكو كې د افغان تجارتي مركز او افغاني سياسي او ټولنيزو شخصيتونو خپلي ژوري انديښني څرګندي كړي وي او غوښتنه يې كړي وه، چې د ډيرو سختو ناروغانو د بند پاتي موده دي د بشر دوستي له مخي وبښل شي.
",د افغانستان او روسيې تر مينځ موافقه ليك
2269,,"
",
2270,,"
",
2271,,"
د ١٣٨٤ د وري ٤
کابل : له هرات څخه رارسيدلي خبرونه ښيي چې د افغانستان د انرژۍ وزير او د هرات مخکيني والي اسماعيل خان د استقلال په څلورلارې کې هغه کارگر وواهۀ چې دغلته يې د پليو د تگ و راتگ لپاره د يوۀ هوايي پلۀ په جوړولو کار کاوۀ .
ښاغلى اسماعيل خان د استقلال په څلور لارې کې د څلورو پلونو پر جوړولو خپه دى او وايي دغه پلونه به هغه څلى پټ کړي چې دۀ د مجاهدينو د برياليتونو د ياد په هيله جوړ کړى دى .
هغه مهال چې اسماعيل خان په هرات کې والي و ويلي و چې که څوک اوس د دغو پلونو د جوړولو لپاره چکچکې کوي نو وروسته به يې د الله اکبر په نارو نړوي .
",اسماعيل خان په هرات کې يو کارگر وواهۀ
2272,,"
٥ د وري ١٣٨٤
د افغانستان حکومت اعلان کړي چې د کوکنارو پر ځاي د نورو کرنيزو توکو د وېش پروګرام د افغانستان په ولايتونو کې پېل شو.
دغه پروګرام چې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره غوره شوي ، د ځايې شوراګانو له لارې پلي کيږي.
د کليود پراخيتا وزير حنېف اتمر او د نشه يې توکو په وړاندې د مبارزې وزير حبيب الله قادري په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ځايې شوراکانو د لمړنيو اړتياو ټاکل او د کوکنارو پر ځاي د نوروکرنيزو توکيو د وېش د پروګرام جوړول د ختېځ دريو ولايتونو ننګرهار، لغمان او کونړ کې پېل شوي دي.
وروسته به بيا دا پروګرام په ټول افغانستان کې پلي شي.
", د کوکنارو پر ځاي د نورو کرنېزو توکو وېش پېل شو
2273,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ژباړه او غورچاڼ - ميرزاعلم حميدي - هالنډ
کابل
د افغانستان د تاریخي ښار کابل په هکله خبرې کوو، هغه ښار چې د تاریخ په اوږدوکې یې ډیرې ډول، ډول لوړې ژورې له سره تېرې کړي دي او د ډیرو بیلابیلو خوږواوترخوپېښو،دخوښیواوغمیزوشاهدو.له هغه مهاله چې کابل د افغانستان پلازمېنه شوی دی دپام وړګرځیدلی دی اودبیلابیلوسیاسي،فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو غورځنګونو زړه بلل کیږي . دغه ښکلی ښار چې یو مهال د پاچاهانو ګلبڼ او د ساعتېرۍ ځای و د وخت په تېریدو سره د پاچا ګردیو، د ګڼې ګوڼې او د اوسیدونکیو د زیاتیدو ټاټوبی و. په تېره خو یې په نوي یمه میلادي لسیزه کې د اوږدو جګړو له کبله د ژوند ښېرازي او خوند له لاسه ورکړ، په کنډواله بدل شو او پداسې غمیزه واوښت چې پخواني حالت ته یې راګرځول زیاتې پانګې او اوږدې مودې ته اړتیا لري چې د نړیوالو مرستو په ګډون یې بیا ودانول په دومره نږدې موده کې امکان نه لري . ښایې کابل لومړۍ پلازمېنه وي چې تر اوسه عصري کانالیزسیون نه لري . ددې ښار د ځایېدو په پرتله څو برابره زیات وګړي پکې ژوند کوي اولا یې شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي ، ښاري خدمتونه یې د اوسیدونکیو د زیاتوالي له کبله نه یوازې د پلازمېنې په توګه بلکې د یوه عادي ښار په توګه هم نه شي تر سره کیدای، د بې پلانه او په خپل سر کورونو جوړولو دغه ستونزه لا پسې زیاته کړي ده . ډیره خطرناکه ستونزه چې ددغه ښار په اوسیدونکیو او ورڅېرمه سیمو باندې هر شیبه د بربادۍ سترګې راباسي هغه د سوتره ګۍ ستونزه ده . داسې ښار چې په ملیونونو وګړي یې هره ورځ خپله چټلي د ځمکې پرمخ واچوي، هرې خوا ته چې ګورې لومړنی شی چې وینې هغه چټلي او نه پاکي ده .لومړنی شی چې سږمو ته درځي بد بویې ده او لومړی شی چې سوڼوې هغه ککړه هوا او چټلي ده . داسې ستر ښار چې د اړتیا وړ برېښنا، اوبه او کانالیزیشن ونه لري ښکاره ده چې ډیر ستر خطر یې ناپاکي اوناسوتره ګي ده، دا خطر د ګرمۍ پرمهال څوبرابره کیږي په تېره خو د باران په ورځو کې بیخي په یوه غمیزه بدل شي . کله چې باران وواریږي د ټولو هغو کورونو د کنارابونو چټلي چې د غرونو په ډډو او زړونوکې ودان شوي دي د سړکونو سر او اوارې ته راښکته کوي . کله چې باران ودریږي او لمر پرې خپلې وړانګې وشیندي د ښار هوا له بد بویي ، بازار او سړکونه له چټلۍ څخه ډک شي . له ټولو خطرناکه خبره داده چې کله د ښار سوتره ګي پیل شي خلک چټلۍ لښتیو ، ژورو ځایونو اود کابل سیند ته ور اچوي او ډیر خلک هم خپله اړتیا د کابل په سیند کې تر سره کوي؛ دا ډول حالات په ملیونونومچان اوخزنداګانې را زیږوي چې په حقیقت کې ټول هغه خوراکي مواد چې پلورونکي یې په سر لوڅه هواکې پلوري چټلوي . دا ځکه ویلی شوچې د کابل خلک په عملي توګه د ډول، ډول مکروبو په منځ کې ژوند کوي او هره شیبه ددې خطر موجود دی چې په ډول، ډول ناروغیو اخته شي .
د ښار د اوبو لارې ؛ په ځانګړي توګه د زړه ښار د اوبو لارې ټولې بند دي، د خپل سر کورونو په ودانولو سره ددغه لارو پرانیستل امکان نه لري . دا ستونزه د پسرلي پرمهال چې واورې ویلې شي په یوه غمیزه بدله شي، کوڅې له اوبو ډکې شي، سره له دې چې په کوڅو کې تګ راتګ مشکل شي ځینوکورونو ته اوبه ورننوځي او د نړولو له خطر سره مخامخ شي، په تېره خوماشومانو او زاړو کسانو ته په دغه کوڅو کې تګ راتګ ډیر ستونزمن شي .
د ښاري ټرانسپورټ، د اوبو او برېښنا رسول، د سون مواد، د روغتیا خدمتونه، د پارکونو، دپوستې، پتې او ټیلفون، امنیت، دمخدره موادو د کنټرول او نورې ډول، ډول ستونزې دومره ژورې شوي دي چې نه یوازې په نږدې راتلونکي کې یې اوارول ناممکن ښکاري بلکې د هرې ورځ په تېریدو سره لا پسې ژورې کیږي .
یوه بله خطرناکه ستونزه هم له کابل ښار څخه د چټلیو ټولول دي چې د کابل ښاروالۍ په کمزورو امکاناتو سره د خیرخانې کوتل هغې خواته په چمتله سارا کې کوټ کیږي . دغه ډومبري او ډیرانونه د هرې ورځې په تېریدو سره ستریږي، په ملیونونو مچان او ډول،ډول حشرات له دغه ځایه د کابل ښار او د ورڅېرمه سیموپه لوري الوزي، په خروارونومیکروب له ځان سره وړي او د ډول، ډول ناروغیو لامل کیږي چې یوه ناروغي یې هم «کال دانه » ده . هغه څه چې په لنډ ډول وویل شول د کابل ښار هغه ستونزې دي چې په نږدې موده کې یې اوارول دومره اسان کار نه دی . کیدای شي په زغرده ووایو چې دکابل ښار د نن ورځې د غوښتنو په پرتله دومره مډرن ښار نه دی چې د یوه هیواد د پلازمېنې په توګه وګڼل شي . چې داسې ده نوڅه باید وکړو؟
کیدای شي دوه کاره وشي . يو دا چې نوی کابل ودان شي، دویم دا چې همدغه کابل په ورو او زغم سره بیا ودان شي او د کابل ډیرو اوسیدونکو ته په خپلو کلیو او نورو ښارونوکې د سوکاله اوسیدو لارې اوارې شي . همدارنګه د افغانستان ټول ښارونه د ګڼ شمېره اوسیدونکو او د خدمتونو له کموالي سره لاس او ګریوان دي او د افغانستان ټول ښارونه په خپل څنګ کې نوي ښار ته اړتیا لري .
چې شپه پخه شي کابل ځګروېږي
له هرې خښتې فریاد جګېږي
د ژوبلې ځمکې له هره زخمه
د شهیدانو ویني خـــــــوټېږي
* * *
د څو نا اهلو په لاس برباد شوه
زمــــــوږ پتمنه غیرتي خـــاوره
دسرو ګلونو په وخت پې راغله
له خوني هسکه د څیلې واوره
«له سپرغکې څخه»
",څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٢مه ) برخه
2274,ميرزاعلم حـيدي - هالنډ,"
ژباړه او غورچاڼ - ميرزاعلم حميدي - هالنډ
نوی کابل
د نوي کابل لپاره ځای خوښول د ښار جوړولو په کار پوهانو پورې اړه لري، ښکاره ده چې کوم ځای د نوي کابل لپاره ټاکل کیږي باید پریمانې اوبه ولري اود ښې هوا درلودونکی وي . په لومړي نظر کیدای شي چې دا ډول ځای بګرام یادکړو ؛چیرته چې د سالنګ، غوربند او پنجشیر سیندونه سره غیږې په غیږې کیږي او مخ مچي سره کوي . له یوې خوا دغه سیمه له اوسني کابل څخه دومره لرې نه ده او له بلې خوا د بګرام هوایې ډګر ته ورنږدې ده او هم یوه تاریخي سیمه ده او بله ارزښتمنه خبره داده چې د کابل سیند غوندې یې د سیند وچولو امکان نه شته . کیدای شي چې ددغه ښکلي او څپاند سیند په دواړو غاړو یو ښایسته مډرن ښار د «نوي کابل » په نوم چې کانالیزسیون،پارکونه، شنه سیمه،د هستوګنې سیمه، د سوداګرۍسیمه،ددولتي دفترونو سیمه، دباندنیو سفارتونو سیمه،د ښوونځیو، وړکتونونو او پوهنتونونو سیمه، د روغتونونو او کلینکونو سیمه ،د سپورټ سیمه،د موټرو درولو سیمه، او داسې نورې او نورې سیمې ودانې شي . داخبره هم تر ټولو اړینه ده چې ددغه نوي ښار په نخشه باندې باید ډیر اوږد او ژور فکر وشي او د داسې مډرن ښار جوړولوته هم باید اوږده موده په نظر کې ونیول شي . ددې وړاندیز په یادولو سره ارومرو دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې د دومره سترې ، مډرنې او تاریخي پروژې لپاره لګښت له کومه شي ؟
یوه سرچینه یې هغه افغانان دي چې د باندې ژوند کوي په تېره خو هغه افغانان چې په امریکا،اروپایې هیوادونو، اسټرلیا، کاناډا، نیوزیلنډ او عربي هیوادونوکې دایمي ژوندکوي . بله سرچینه هغه کسان دي چې د جنګ په مهال یې زښته ډیره پانګه پیدا کړي ده. همدارنګه باندني پانګه اچوونکي، نړیواله ټولنه او دولتي پراختیایې بودجه او داسې نورې . څه شی چې ډیر مهم دي هغه د نخشې جوړول، د سیمو ټاکل او د پروژې تخنیکي او مالي څېړنه ده . نخشه جوړونکي باید ددغه ښار ټول لګښت مالوم او د هرې نومبرې په بیه یې د تقسیم له مخې ټول لګښت ور زیات کړي او ددغه پروژې لپاره یوه او یا څو باندنیو تعمیراتي بانکو ته هم د پرانیستلواجازه ورکړي .
بیا د نمبرو بیه ،دخرڅلاو، ودانولو او د نخشې شرایط په ډاګه شي . باور دی چې کورني او باندني پانګه وال به د نمبرو په اخیستلو کې سیالي سره وکړي او ډیر زر به خرڅې شي چې په دې ډول به له یوې خوا دولت د خپلې پراختیایې بودجې لپاره پریمانې پیسې تر لاسه ګړي اوله بلې خوا به په لنډه موده کې د نوي کابل څښتن شي او د نوي کابل په ودانولو سره به د زړه کابل ستونزې هم اوارې شي .
دا ویده خلک به را بیدار شي
دا وران وطن به ګل و ګلزر شي
دا شوني نه ده چې یو ملت دې
په یوه څپېړه ګور ته روان شي
«له سپرغکې څخه»
",څوسياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٣مه ) برخه
2275,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ژباړه او غورچاڼ - ميرزاعلم حميدي - هالنډ
له هيواد څخه د باندې افغانان
له هیوادڅخه د باندې افغانان په تېره خو هغه کسان چې په بډای او پرمختللیو هیوادونو کې همېشنی ژوند کوي ، د افغانستان لپاره د اقتصادي، فرهنګي او علمي پلوه د پام وړ زېرمه ده. که داسې اټکل وکړو چې یو ملیون افغانان له هیواد څخه د باندې ژوند کوي او هر یو خپلو دوستانو ته په میاشت کې سل ډالر رالیږي له دې لارې په میاشت کې سل ملیونه ډالر راځي چې افغانستان ته ډیره پانګه ده. کیدای شي د افغانستان دولت له دغه ارزښتمنې پروژې څخه د وړګتې اخیستلو لپاره لومړی دغه پروژه د کارپوهانو له لارې وڅېړي اوبیا په دې هکله عملي ګامونه اوچت کړي . په لومړي ګام کې کیدای شي چې لاندې اندونه وړاندې کړو:
-په باندنیو هیوادونوکې دې د افغانستان سفارتونه داسې ګړندي شي چې په هغه هیواد کې ټول میشت افغانان په ژوره توګه و پېژني یانې داسې سرشمېرنه تر سره کړي چې په هغه کې نرینه، ښځینه، د زده کړې درجه، کارپوهنه،کسب،دنده، اجتماعي ټولنې او نور اړوند مالومات ټول شوي وي .
- ددغه ډول سرشمېرنې تر لاسه کولو وروسته دې سفارتونه له میشتو افغانانو سره د ښو اړیکود ټېنګولو او پر یوه بل د باور پیداکولواو مرستې لپاره غوره او عملي لارې چارې ولټوي . د ویزې، پېژندلیک، د قانوني (بانکي) لارې دې د پیسوپه لیږلو اونورو اړینو او اړوند لارو چارو کې د زړه له کومې مرستې وکړي .
- سفارتونه باید همیشه د ملي ورځو په درنښت، د اخترونو په درناوي آود فرهنګي غونډودځلانده کولولپاره دکمکیانوپه ګډون دټولوافغانانوپه راغونډولو کې مخکښ وي . د سفارت کارکوونکو چارچلند او ناسته ولاړه باید له افغانانو سره د داسې درنښت څخه برخمنه وي چې تر منځ یې سپیڅلي او له خواخوږۍ څخه ډکه فضا رامنځ ته شي ، افغانان خپل سفارتونه خپل کور او کهول وګڼي او خپلې ټولې ستونزې د یوه بل په مرسته اوارې کــړي .
- په هغه هیوادونو کې چې د افغانستان بانکي نمایندګي شته باید افغانانو ته د پیسو لیږلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، دوی باید وکړای شي په افغانستان کې کټ مټ اسعار تر لاسه کړي او ددا رنګه کسانودهڅونې لپاره بایدد بانک کمیشن تر ټولو بانکونو او حوالو لږ وي .
- په هغه هیوادونو کې چې د بانک نمایندګي نه شته هلته دې افغانستان بانک د پیسو لېږلو وړ او هڅوونکي لارې چارې ولټوي .
- د افغانستان دولت دې افغانستان ته د افغانانود سفر لپاره سوکالي، امنیت او ډاډګیرنې رامنځ ته کړي . د هوایې ډګرونو؛ په ځانګړي توګه د کابل هوایې ډګر او د ټولو بندرونولکه تورخم،چمن،اسلام قلعه،تورغوندۍ،حیرتان او دشېرخان بندر کارکوونکي دې له هر ډول غیرقانوني،سپکاوي، غوسه ناکو او بډي اخیستونکو کړو وړو څخه په کلکه ډډه وکړي . ددغو کارکوونکو چارچلند دې د افغاني سفرکوونکو په وړاندې ډیر ادبناک، زړه سواند، له خواخوږۍ ډک، سپیڅلی او هڅونکی وي . د افغانستان هوایې ډګرونه او بندرونه چې په حقیقت کې د افغانانو د ګډ کور دروازه بلل کیږي او هر څوک چې له دې لارو راځي د ټولو افغانانو مېلمنه دي اود افغاني دود له مخې یې باید مېلمه پالنه اودرناوی وشي .
- په باندنیو هیوادونو کې هره افغان کورنۍ په دې اند ده چې د خپلې کورنۍ له غړو سره په کال کې یوځل د خپلوانو لیدلو ته خپل پلرني ټاټوبي ته راشي . په دې ډول به په کال کې څو زره افغان کورنۍ افغانستان ته سفر وکړي چې په نتیجه کې به له ځان سره زیاتې پیسې، نوي اندونه او مدني پوهې هم راوړي . باور دی چې له دغه ډول اړیکو څخه به په ورو، ورو د ښوونځیو او پوهنتونونود رخصتیو پر مهال د دواړو په منځ کې د تګ راتګ او مېلمه پالنې له لارې د افغانانو تر منځ د واده اړیکي هم پراخې شي . په دې ماناچې که چیرې هر افغان ځوان چې په باندني هیواد کې ژوند کوي له داسې افغاني پیغلې سره چې په افغانستان کې ژوند کوي واده وکړي او هغه هم له ځان سره باندني هیواد ته راولي او همدارنګه هغه ځوانې نجلۍ چې په باندني هیواد کې ژوند کوي له هغه ځوان سره واده وکړي چې په افغانستان کې ژوند کوي او له ځان سره یې باندني هیواد ته راولي ډیره غوره او ګټوره خبره به وي .
- په باندنیوهیوادونوکې دې له هستوګن افغانانو سره داسې ډاډمن باوري اړیکي ټېنګ شي چې د خپل هیواد د خیر ښېګڼو له موسسو، فرهنګي او ټولنیزو ټولنوسره مالي اوتخنیکي مرستې وکړي اودخپلو وړ اغېزو له مخې خپل دوستان اوپېژندګلوې په افغانستان کې د قانونیت،قانوني حکومت او ملي حاکمیت ټېنګښت، د سوله ییز ژوند، ملي یووالي اوملي امنیت پلوۍ ته وهڅوي .
لنډه دا چې په باندنیو هیوادونو کې استوګن افغانان زموږ دګران هیواد افغانستان لپاره یوه ګټوره مادي او معنوي سرچینه ده او لکه څنګه چې وویل شول ښه ده چې د افغانستان دولت د خپلو کارپوهانو له لارې دغه پروژه وڅېړي او وړ ګتې ترې لاس ته کړي .
اې مظلــــومانـــو مهـــــاجــــــــــــــــرانو
له خپـــــــلو ځالو ورکــــــــــــو مرغانو
وخت رارسېږي بازخواست به وشي
د بــــــــرګو وریـــو له ســـــرو لېوانو
«له سپرغکې څخه»
",څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٤مه برخه)
2276,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ژباړه او غورچاڼ - ميرزاعلم حميدي - هالنډ
د پراختيا ستراتيژي
د افغانستان خلکو د تاریخ په اوږدوکې ډیره لږه موکې پیدا کړي ده چې د باندنیو ښکیلاکګرواودکورنیوجنګونو له منګولو خلاص او په سوله ییزه فضا کې د خپل ګران هیواد ړنګې ویجاړې اوارې کړي خو بیا هم له کورسوځوونکي جنګ سره په منګولو شوي دي، هر څه دجنګ لمبو تر ستوني تېر کړي دي اود افغانستان خلکو بیا د خپل هیواد رغونه له سره پیل کړي ده. داځکه ویلی شو چې د افغانستان تاریخ د جنګ او بربادۍ تاریخ دی . چې دافغانستان خلکولاس ته راوړنې،دتاریخ په بیلو،بیلوپړاوونوکې ړنګونې اوپه کراتو،مراتوبیا،بیا رغونې دي .
داده اوس بیا چې د اوږدې جګړې له کبله د ګران هیواد ټولې مادي،معنوي او مدني سر چینې له منځه تللي دي، د افغانستان خلک مجبور دي چې بیا هر څه له سره پیل کړي . له نیکه مرغه دا ځل داسې نړیوال شرایط رامنځ ته شوي دي چې نړیواله ټولنه زموږ په څنګ کې ولاړه ده. د افغانستان خلک باید په ډیره هوښیارۍ د ملي یووالي د ټېنګښت له لارې له دغه تاریخي موکې څخه د خپل هیواد د بیا رغونې، ودانولو او د راتلونکي پراختیا لپاره ګټه اوچته کړي . ددغه لوړو ملي لاس ته راوړنولپاره د افغانستان دولت بایددپرمختیا اوپراختیا لپاره جوړه کړي ستراتیژي او هدفونه ولري . دغه د بیا رغونې، پرمختیا اود راتلونکي پراختیاجوړه کړي ستراتیژي بایدداسې وي چې دنظر ټکي او دنظر داسې بریدونه ولري چې د پېښو او شیانو تر منځ رښتیني اړیکي په ښه توګه پکې انځور او کړنلاره یې ښکاره وي . اوس نو د کارپوهانو کار دی چې د مالي، تخنیکي،فني، او علمي امکاناتو په نظر کې نیولو سره دغه اړینې چارې پرمخ بوځي .
کیدای شي چې دیوه نظر اوبیلګې په توګه ددغه ستراتیژۍ ځینې پړوکي یاد کړو: - د ازادې سوداګرۍ اودګرځندوی په هکله ښایې افغانستان د نړۍپر سر یوازینی هیواد وي چې په طبیعي حالت پاتې شوی دی . پداسې حال کې چې په ډیرو نورو هیوادونو کې د وسپنې او پولادو سړي خور مدنیت، کیمیاوي تربتوونکي او نور ډول، ډول د برېښنا، ګازو او تیلو صنایعوطبیعت داسې ړنګ ویجاړ او هوا ککړه کړي ده چې هېڅ هیواد به رک روغ پیدا نه کړای شې . دا ځکه د صناعتي نړۍ خلک د کوټه ژوند، کوټه تولید،د کوټه خوراکي موادو او له پلاسټکي خلطو دومره تر پزې راغلي دي چې په طبیعي ژوند پسې لیوني دي او داسې یوه لاس نه خوړلي ځای ته یې ورتګ یو له سترو او په زړه پورې هیلو څخه دی؛ کوم چې افغانستان له دې پلوه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی . له بله پلوه د افغانستان لوړ غرونه، ښکلي شنه تنګي او له سمندر څخه لوړوالي دغه هیواد ته داسې پرتم او ښېګڼه وربښلي ده چې د اوړي پر مهال کله چې د هند نیمه وچه او د منځنۍ اسیا هیوادونه د دوزخ په څېر کیږي دافغانستان ډیرې سیمې د جنت غوندې له تاندې او مستوونکي هوا څخه برخمنې شي . په دې موسم کې افغانستان کولای شي چې د ګاونډیو او نورو پرمختللیو صناعتي هیوادونو د ګرځندویانو مېلمه پالنه وکړي او له دې لارې زیاتې پیسې تر لاسه کړي . د ګرځندوی صناعت ته په پراختیا ورکولو باندې د ګرځندوی کارپوهان ښه پوهیږي چې څرنګه په دې هکله د لنډې او اوږدې مودې کړنلاره او پروګرامونه جوړ کړي . خو دا خبره په ور زیاتیدای شي چې دګرځندوۍپه څنګ کې لاسي صنایع،کرهڼه اومالداري،ازاده سوداګرۍ،ځمکني اوهوایې ټرانسپورټونه، هوټلداري اونورې صنایع هم پراختیا اوپرمختیا مومي .
- ازاد ه سوداګري یو بل ډګر او ورشو ده چې د کورنیو او نړیوالو وړ شرایطوپه نظر کې نیولو سره یې د پراختیا لپاره لاره اواره ښکاري ، افغانستان کولای شي چې د سوداګرۍ د څلور لارې په توګه د وریښمو لارې تاریخي رول او دنده بیا تر سره کړي، داسې چې د منځنۍ اسیا بډای هیوادونه د تودو اوبو سره ونښلوي او د نیمې وچې هیوادونه له منځنۍ اسیا سره . همدارنګه په دې سیمه کې د ختیځ او لویدیځ د نښلولو دنده تر سره کړي او په دې ډول خپل ځان د تجارتي مالونو د خرڅلاو او بدلون، د ګازو او تیلو د ګودر او تم ځای په مرکز واړوي .
",څوسياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٥مه برخه )
2277,کوچۍ مومند - هالنډ,"
کوچۍ مومند _ هالنډ ( د ښکلا مجلې څخه )
ايا کمپيوټر هم څوک ناروغه کوي؟
کمپوټر د يويشتمې پيړۍ تر ټولو هوښياراو پر مختللې ايجاد ګڼل کيږي . د نړي په ګوټ ګوټ کښي د ډيرو کارونو لپاره کارول کيږي.او اوسنې ژونديې تر ډيره حده هوسا کړي دي. په فابريکو کښي روبټونه کاريږي چې ډير ګړندې او ډير دقيق کار کوي، په دفترونو کښي دقلم او کاغذ ټول کار په کمپوټرو اړول شوي دي، په کورونو، ښوونځيو، روغتونونو او همدا راز په هرځاي کښي دکمپيوټر اسانتياوي ترسترګوکيږي اود انسان سره يې اړيکې دلا نور زياتوالي په لور رواني دي.
اوس په افغانستان کښي هم د کمپيوټر کارونه ورځ په ورځ زياتيږي. لکه څنګه چې هر شې د ښه والي تر څنګ بد والې هم لري . همدا ډول کمپيوټر دانسان لپاره داسانتياو تر څنګ د هغه روغتيا ته زيان هم رسولې شي. د دې ليکنې له لاري هڅه کوم چې د کمپيوټرد هغه کاره ونکو پاملرنه ، د آر اس آي په څير تکليفونو ته، راواړومه چې په ساعتونو ساعتونوبې له ځنډه(وقفې) کمپيوټر کاروي.
آر اس آي (Repetitive Strain Injury)RSI
د هغو دردونو يا تکليفونوګډ نوم دي چې دپر له پسې ډيرو وړوکو اواکثره ډيرو سپکو حرکتونو له امله منځ ته راځي. لکه د کمپيوټر مخي ته بې له دمې په ساعتونو ساعتونو کښيناستل، د ماوس (موژک) پر سر تل لاس ايښودل او په ګوته باندي په تکرارد يو څه ټوکل، په نا سمه توګه کمپيوټر ته کښيناستل او داسي نورو حرکتونو نه د انسان عضلات، بندونه او اعصاب په درد لاس پوري کوي. د دې تر څنکه د سترکو ديد هم د کمپيوټر د ډيري کارونې څخه کميديشي.
دغه دردونه په څو مرحلوچې لاندې به ورته ګوته ونيول شي، ويشل شوي دي . د دغو مرحلو له مخي انسان کولي شي وټاکي چې هغه آر اس آي لري او که نه؟ او د هغه تکليفونه د انديښنې وړ دي او که نه؟
د آر اس آي مرحلي:
- په لومړۍ مرحله کښي د انسان لاسونه ، ګوتې، مړوندونه او څنګلې د کار په مهال يا د کار نه وروسته يو څه درد او ستړيا احساسوي. خود لږي تفريح نه وروسته دردونه بيرته له منځه ځي.
- په دوهمه مرحله کښي دانسان څټ ، ولي، څنګونه، رګونه، ملا او لاسونه درد کوي او ځان ډير ستړي او بې ځواکه احساسوي. په دي مرحله کښي دردونه د تفريح نه وروسته هم پاتي کيږي. خو د څو ورځو نه وروسته ورو ورو له منځه ځي.
- په دريمه مرحله کښي د انسان دردونه نه تلونکي شکل نيسي. د څه دکولو وس نه لري، په لاسونو او څنګلو کښي يې هيڅ ځواک پاتې نه وي ، هيڅ کار کول نه غواړي او اعصاب يې هم ستړي او نارامه وي.
لکه چې مخکې هم يادونه شوي ده آر اس آي د هغه کارونو نه چې د کمپيوټراستعمال په کښي ډيراړين وي منځ ته راځي. خو نن سبا ځوانان بې له کوم ځانګړي ضرورته د چټ څخه دآر اس آي په دردونو اخته کيدي شي. ډير ځوانان بې له کوم ځنډه په ساعتونو ساعتونو ام ايس اين يا چټ کوي چې دزياتې انديښنې وړ خبره ده. د دي لپاره چې د آراس آي په څير ستونزونه ځان وساتو نو ضرور ده چې دکمپيوټرد استعمال په وخت کښي لاندينې انځورپه پام کښي ونيسو:
په دغه انځور کښي ټولې هغه اندازې ښودل شوي چې دکمپيوټر دسمې کارونې لپاره اړينې بريښي. دا اندازې په سانتي مترونو ښودل شوي او د کمپيوټر هر کاره ونکې بايدهغه په تقريبي توګه په پام کښي ونيسي . دخپل کار پلان داسي وسنجوي چې کوم وخت او څومره وخت کمپيو ټر ته کښيني . په کمپيوټر کښي د هر ساعت کار نه وروسته لږ تر لږه لس دقيقې تفريح وکړي چې ددردونو مخنيوې وشي. خوکه دردونه نه تلونکې شکل ونيسي بيا په کار ده چې ډاکټر ته ولاړ شي.
",اياکمپيوټر هم څوک ناروغه کوي ؟
2278,,"
",سړي تښتونه پکتيا ته غځېدلې ده
2279,,"
٦ د وري ١٣٨٤
دپښتو ژبې دپرمختګ په اړه پيښور کې په يو ه غونډه کې خبرې وشوې دپښتو ژبې اوادب د پرمختګ په هکله دافغانستان اوپاکستان سربيره دنړۍ په نوروسيموکې ميشتو پښتنو ليکوالو او شاعرانو دوري پر ٦ مه پېښور کې په يوه غونډه کې بحث وکړ..دغه درې ورځنى سيمنار دپښتوادبي چمن ټل ټولنې ترسيوري لاندې ددغې ادبي ټولنې دپنځوسمې کليزې په وياړ ترسره کيږي. ددې جرګې پرانيسته دپښتو دنوميالي شاعر ، ليکوال او دعوامي نيشنل ګوند ديو مهم غړي اجمل خټک او دافغانستان دوتلي ليکوال عبدالله بختاني له خوا وشوه .دجرګې دترتيبوونکو په استازيتوب اسيرمنګل خپله وينا کې وويل : په نړۍ کې دامهال په سلګونوژبې په ورکيدودي . دده پر ويناکه په افغانستان اوپاکستان کې دپښتوژبې دترقۍ له پاره کارونه شي نولرې نه ده چې پښتو به هم دورکيدونکوژبوپه قطارکې وي . دغه راز دافغانستان نامتو ناول ليکونکى سعدالدين شپون دخپلې ويناپه ترڅ کې وويل : ترکومه ځايه چې دپښتودورکيدوخبره ده زه ورسره موافق نه يم خکه چې پښتوژبه ډېرزيات مينه وال لري چې شپه اوورځ لګيادي او دپښتودژوندي ساتلولپاره کارکوي . اجمل خټک له ناروغۍ سره سره بيا هم غونډې ته وينا وکړه . هغه وويل : د کويټې ،کندهار او کابل نه راغلي ځوانان چې په پېښور کې ګورم نو زما زړه وا يي چې پښتو به دوی ژوندۍ ساتي .اجمل خټک همدا راز اوس مهال په افغانستان او پاکستان کې د پښتو رسنيو په خپرېدا خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د ژبې د پر مختګ له پاره يو اړين ګام وباله
په دې سيمينار کي د لر او بري پښتونخوا له بېلابېلو سيمو يو شمير ليکوالو ، شاعرانو او فرهنګپالوګډون کړی دی . ",د پښتو ژبي د پرمختګ پر لارو چارو خبري وشوې
2280,,"
٦ د وري ١٣٨٤
دجوماتونو خطيبانو او امامانو ته، دنويوميتودونو دښودلو سيمنار د هيواد په پلازمېنه کابل کي پيل شودهېواد د جوماتونو خطيبانو او امامانو ته د نوي ميتودونو د ښودلو په موخه يو مياشتنى سيمينار نن د وري د مياشتي په ٦مه نېټه پيل شو .دغه سيمينار چې، د حج او اوقافود وزارت او د مصر د هيواد په مرسته جوړشوى دى ، په نويو ميتودونو کې به امامانو او خطيبانو ته د وعظ پر مهال د يوې موضوع اورول او نور تخنيکونه ورښودل کيږي. په لومړۍ دوره کې به د کابل نږدې ٢٥ تنه امامان او خطيبان د کابل د شهرنو د اتفاق هروي په جامع جومات کې وروزل شي.
",د جوماتونو امامان او خطيبان روزل کيږي
2281,,"
پژواک : کابل
٦ د وري ١٣٨٤
څلور امريکايى سرتيري دافغانستان په سهيل ختيځ ولايت لوګر کې دوري پر ٦ مه نېټه هغه مهال ووژل شول کله چې ددوى موټر پر يو ماين وخت.په باګرام کې دائتلافي قواوو وياندې اغلې تورن سيندي مور Lieutenant Cindy Moore وويل چې دا تر اوسه مالومه نه ده چې دغه ماين زوړ و، او که نوى ايښودل شوى و.نوموړې زياته کړه : دائتلافي قواوو درې موټرې چې دافغانستان دملي اردو له ځواکونو سره په ګډه سيمه کې په تصفيوي عملياتو بوخت وو چې دغه ماين والوت .ددې پر وينا مړي دباګرام هوايى ډګر ته ليږل شوي دي خو دهغوي دهويت په اړه يې څه ونه ويل.تيره اونۍ په هرات ولايت کې هم يو امريکايى سرتيرى وژل شوى او څلور نور هغه مهال ټپيان شوي وو چې ددوى موټر په ورته يو ماين ختلى و.نږدې له دو لسيزو راهيسې په افغانستان کې دماينونو له امله ګڼ شمير خلک مړه اويا ټپيان شوي دي کوم چې دشوروي اتحاد ديرغل او دکورنيو جګړو پر مهال دمختلفو ډلو له خو ايښودل شوي دي . ",په لوګر ولايت کې څلور امريکايي سرتيري ووژل شول
2282,,"
٧ د وري ١٣٨٤
په افغانستان کې د نشه يې توکو په اړه يوه نوي څېړنه په هيواد کې د کوکنارو د کر د کموالي په لور مېلان په ګوته کوي.
د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د نشه يې توکود جرمونو د ادارې له خوا په ګډه تر سره شوي څېړنه واي چې د هيواد د څلور دېرشو ولايتونو په ډېريو کې بزګرو د پروسږ کال په پرتله سږ کال د نورو بوټو کرولوته زياته مخه کړي ده.
د کوکنارو کر چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په وروستي کال کې بند کړي و، په تېرو دريو کالونو کې په بې سارې توګه پراخ شوي دي.
د نشه يې توکو سره د مبارزې وزير حبيب الله قادري بيا په نړۍ والې ټولنې ژغ کړي دي چې بزګرو سره مرستې وکړي چې د کوکنارو پر ځاي د نورو بوټو کرلو ته مخه وکړي. ",د کوکنارو کر د کموالي په لور مېلان لري
2283, محمد حسن حقيار,"
ګناه
دمخابراتو په څلور لارې کې زرګونه خلک تماشې ته راټول شوي وو دډېر بير وبار له لاسه خلک ديوبل په اوږو سپاره او ونو ته ختلي وودڅلور لارې په مرکزي چوک کې يې دفيصلې داورولو لپاره قاضي ته لوى ستيج جوړ کړى وو ډېر مشران، چارواکي او نور لوىخېټي راغلي وو خلک وېرې اخستي او ترهېدلي وو٠زه د دوه سېټه ډاټسن په منځ کې په داسې ډول کښېنول شوى وم چې، لاسونه او پښې مې له يوبل سره په پرېړ پلاستيکي پړي کلک تړلي او بيا مې پړى له ملا تاو او له شاته سېټ سره کلک تړلى وو ٠د موټر شاوخوا په سل ډزو ، پيکا او کلاشنکوفونو سنبال څو څڼور طالبان ولاړووقاضي ددوسيي په لوستلو پيل وکړ:((له زور او جبر پرته دمجرم په خپله خوښه دده داعتراف او په ګوښه ځاى کې له يو ښکلي هلک سره دده دليدلوپراساس محکمه کټوردخيال باز زوى د برکلي اوسېدونکي ته لواطت په جرم دمرګ سزا اوروي څرنګه چې، ددې جرم سزا په شريعت کې ترديوال لاندې کېدل ټاکل شوې نو مونږ هم دې مجرم ته دمرګ سزا اوروو او د ده دوژلو لپاره موپه ده دښاروالۍ درياست د پخوانۍ زړې او له کاره لوېدلې ودانۍ دديوا ل غورځول ټاکلې دي او تاسو ته مو ځکه په راډيو او اخبار کې ددې حد دتطبيق خبر درکړى دى اود لته مو راغوښتي يئ چې، له دې فا سق مجرم څخه عبرت واخلئ او داسې ګناه ګانې ونه کړئ )) ٠ څو ځله مې دتېښتې هڅه وکړه خو ډېر کلک يې تړلى وم ٠ دمحکمې دفيصلې دتطبيق وخت راغى زه يې له موټر څخه راښکته او لاس او پښې تړلى دپاخه سېمنټي ديوال لاندې وغورځولم ٠ دخلکو شور ماشور شو :([(معاف يې کړئ ډېر ښکلى ځوان دى]،[دى خو مونږ پېژنو دا خو په دې ټول ښار کې ښه هلک دى ]،[زه قسم خورم چې په دې کې داخبرې نشته چا ورته دسيسه جوړه کړې ده]له هرې خولې ساړه اسويلي خېژي خو په چارواکو اغېز نه کوي ٠يو غټ بلدوزر راغى دېواله ته اړم شو له يوه ټکان سره يې ديوال وخوځاوه او په دوهم ځل دېوال ته د بلدوزر دخولې له اړمېدلو سره سم دېوال پر ما راغى او له خولې مې يوه ناتراشه چېغه ووته له همدې سره مې مېرمنې په وارخطا يۍ راباندې غږ کړ : ( (دځونډي پلاره! دځونډي پلاره! څه خبره ده پورته شه پورته شه کلمه ووايه )) زه هم راويښ شوم په کټ کې کښيناستم ، سترګې مې وسولولې خولې مې پا کې کړې او يو اوږد اسوېلى مې ووېست . ",ګــــــــــــــــــنــــــــــــــــــاه
2284, محمود نظري --لندن,"
دخبروحق
ژبی ته د چوپړ په هکله يو بين المللی سيمينار جوړ سو غونډه ﻻ پيل سوي نه وه چې د رابلل سو مېلمنو تر مينځ خبرو اترو تاو واخيست، لاسونه په ښوريدو سوه نژدی و د يو بل سره لاس ا و ګريوان سی د ملګرو ميلتواستازی وﻻړ سو اوخپل راپورت يې ولوست پښتو ژبه د نړۍ په هغه ژبو کي راځی چي د ورکېدو په حال کي ده... او زه دا کلپونه ماتوم او وايم دی ژبی ته ټولی منډی ترړی، هڅي، غونډي او خبری بې اغېزه او بې پايله دي ا و په ډانګ پيلې وايم دا اوسنی پښتون اوس يوازی وړيا تش د خولې غټي غټي خبری کوی ښه ښه وعدی کوی خو که يې عمل وکړ بيا يې پښتون مه بوله. تاسو چارواکی پړ بولی،زه وايم هغه چارواکي چې په پښتو ژبه او لباس شرميږی د هغه نه ګيله مه کوۍ، ځينې تښتۍ! خوا مو بده نه سی، تاسو خپله پړياست. ژبه لکه کور دی او ستاسو کور د لويدو په حال کی دی نو څه بايد وکړی!
په تالار کي پوس پوسی جوړ سو او هر يوه غوښتل څه ووايي او ځينی ﻻ په دوو دوو کيده چا ويل دا ژبی ته سپکاوی دی بل ويل دا د دښمن ملنډی دي...
خو دې استازی په ډير جورت ورانديز وکړ:
هغه څوک د خبرو حق لری چې د پښتو د ودی لپاره يې څه کړی وی، ځکه هيڅ ژبه بې هڅولو پرمختک کوﻻی نه سی د بېلګی په توګه په لويديز کي چې يو کتاب چاپ يا يو فلم جوړ سی ټول هغه رانيسی اوګوری همدا سبب دی چي د هغو ژبه وده کړی او اوس دهغو ژبی ټوله نړۍ نيولی ده.
په خپل ګريوانو کي وګوری نو هر هغه چا چې د خپلی ژبی د ودي لپاره يو داسی کار کړی وی مهربانی دي وکړی ﻻس دي پورته او خپل نظر دي ووايي!
په ټولو سر وځريدی چاچا ګوتی يو د بل سره کښيکښلې او چا هم په ګوتو لوبی کولې. يو تن زړه نا زړه ﻻس پورته کړ او ويې ويل:
ما ټوله نړۍ ليدلې ده!
استازی ورته وويل:
دا کار دې د نوم لپاره کړی دی!
يو بل ﻻس پورته کړ او ويې ويل:
زه يوه غټه مغازه لرم نوم يې من او تو دی
استازی ورته وويل: دا دی د منتو لپاره کړي دی
ټوله په خندا سوه
يو بل نيم ﻻس پورته کړ او ويې ويل:
_ زه په کور کي ډير کتابونه لرم
استازی ورته وويل:
که پښتو وی او په بيه دی اخېستی وی کوﻻی سې خپل نظر ووايي!
هغه هم چوپ سو. په تاﻻر کي چوپه چوپتيا سوه. په اخيرکي يو تن ﻻس پورته کړ او ويی ويل:زه په خيرخانه کې ژوند کوم
زموږ د کور مخی ته چې شورنخود واﻻ راسي نو په زوره نارې وهي:
تودې پټاټې!
ټوله په بيا په خندا سوه.
استازی په خندا ورته وويل:
ته کوﻻی سی خپل نظر ووايې!
هغه وويل:
زه وايم که ژبه مو له ډوبيدو نه ساتی نو بايد خولې بندی او د جيب خوله مو لږ خلاصه کړی!
توله بيا په خندا سوه : هاها... هوهو...
ما شکر وکړ چی اقلايو تن پيدا سو چې د نظر حق يې وموند که نه نو د دي بهرنيانو پوری به مي پزه پرې سوی وای.
",دخبروحق
2285,,"
دجلال آباد ښار ددويمې ناحيې په سلګونو دوکاندارانو دوري په ٨ مه نېټه له دې امله لاريون وکړ چې، ښاروالۍ ورته دسرک دپراخولو لپاره له دې ځا ى څخه دوتلو امر کړى دى.دجلال آباد ښار دچپرهار اډې څخه تر انګور باغ پورې چې، تقريباً ١٠٠٠ متره واټن کېږي خلکو په خپل سر په لسګونو دبوس خرڅولو، ويلډنګ کارۍ، اوتعميراتي سامونودوکانونه جوړ کړي دي.دې دوکاندارانو دښار دختيځ لور انګور باغ څخه دښار تر مرکزي برخې پورې لاره دټايرونو په سوزولو سره تر څو ساعتونو تړلې وه او ددولت پر خلاف يې شعارونه ورکول .يو تن ٥٢ کلن دوکاندار چې، پګړۍ يې په سر وه دپژواک خبريال ته وويل چې ، دولت خو دوى ته نور څه نه ورکوي دا يوه مړۍ چې، دوى يې خپلو بچيو ته ګټي هم ترې تروړي. ",دجلال آباد ښار په سلګونو دکاندارانو لاريون وکړ
2286,,"
دخوست پوهنتون رئيس په خپل امر محصلينو ته د ددرېشۍ اغوستلو امر کړى دى په داسې حال کې چې، دلوړو زده کړو وزارت وايي چې، دمحصلينو لپاره کوم رسمي يونيفورم نه دىمشخص شوى.ددې پوهنتون په دروازه کې په لسګونو محصلين د وري په ٨ مه پوهنتون ته د ننوتلو د اجازې په تمه ولاړ ووځکه چې، د پوهنتون رئيس امر کړى چې، بې درېشۍ څوک پوهنتون ته نه شي ننوتلى.په خوست ولايت کې زيات خلک ملي جامې اغوندي او درېشي د لته دومره دود نه ده، دپوهنتون رئيس غواړي چې، دپوهنتون دمحصلينو او دعامو خلکو ترمينځ توپير وشي.
",دخوست پوهنتون رئيس محصلينو ته ددرېشۍ اغوستلوامروکړ
2287,,"
٥٧ هغه کسان چې، دولسمشرۍ په ټولټاکنوکې درايې ورکولو دزياتو کارتونوپها خستلو تورن پېژندل شوي وو، دشپږو مياشتو بند تېرولو وروسته دوري په ٧مه او ٨ مه دکابل د څرخي پله له زندان څخه خوشې شو ل . دا وګړي د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال نيول شوي وو چې، د کورني اوبهرني امنيت لپاره د ځانګړې څارنوالۍ محکمې پرې د شپږو مياشتو د بند پرېکړه کړې وه.
دانتخاباتو دقانون له مخې په ټولټاکنوکې هريو تن يوازې ديوې رايې حق لري خو د١٣٨٣ کال دتلې په ١٨ مه نېټه دولسمشرۍ په ټولتاکنو کې ډېرو کانديدانونيوکه درلوده چې ،يوشمېر خلکو له يوې څخه زياتې رايې کارولې دي .له دې پرته يو شمېر کانديدانو دا نيوکې هم کولې چې، د رايې ورکوونکو د ګوتو په نښه کولو کې په غيرقانوني توګه هغه قلمونه کارېدلي دي چې ، رنګ يې سمدلاسه له منځه ته.د کابل د زندانونو د رياست مرستيال جنرال ابراهيم د وري په اتمه نېټه وويل چې، دا خلک د ملي امنيت دڅارنوالۍ له خوا په ټاکنو کې د زياتو کارتونو د لاس ته راوړلو په جرم په کندهار کې نيول شوي او بنديان شوي وو .نوموړي زياته کړه: هر څوک چې، درغلي کوي همدا سزا به ويني . د ابراهيم پر وينا ، دا بنديان ټول د کندهار ولايت وو چې ، ٢٥ تنه يې پرون خوشې شول اودپاتې ٣٢ تنو د بند دوره نن پوره شوه .
",٥٧ تنه بنديان له بند څخه خوشې شول
2288,,"
د وري ٨ مه، پژواک خبري آژانس
کندهار ولايت دميوند ولسوالۍ تاريخي ډبرينې دروازې چې، دوه مياشتې وړاندې ورکې شوې وې او بيا وروسته دهلمند ولايت موسى کلا ولسوالۍ کې پيدا شوې ، دوري په اتمه نېټه دکندهار د اطلاعاتو اوکلتوررياست په موزيم کي ځاى پرځاى شوې د کندهارداطلاعاتو اوکلتور رئيس عبدالمجيد بابي پژواک خبري آژانس ته وويل : ((داتاريخي ٩٠٠ کلنې دراوزې داصلاحي لويې جرګې له پرله پسې پلټنو وروسته چې ،په دې اړه يې کولې لاس ته راغلي دي .""بابي زياته کړه : (( سره له دې چې، دادروازې موږ ته سپارل شوې دي خو اوس هم نيمګړې دي ديو ې دروازې يوه پله ماته او دبلې يې يوه پله لا تر اوسه هم ورکه ده .))دبابي پروينا، اوس يې دروازې په موزيم کې ځاى پر ځاى کړي دي خو کله چې، په ميوند ولسوالۍ کې امنيت تامين شي بيا به يې هلته ولېږدوي.د کندهارداصلاحي جرګې مشر احمدولي خان کرزى چې د ولسمشر حامد کرزي ورور هم دى، پژواک ته وويل چې، ددروازو دورکېدلو په هکله يې قومي مشران وهڅول چې، په پيدا کولو کې يې مرسته وکړي. دده پر وينا له پلټنو وروسته معلومه شوه چې، نوموړې دروازې دهلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍکې په يوه کورکې ځاى پر ځاى شوې دي.احمدولي کرزى وايي چې، دهلمند دوالي په مرسته يې نوموړى کور محاصره کړ،دوه تنه يې ونيول او دادروازې يې لاس ته راوړې .خو داحمد ولي کرزي پر وينا : (( هغه دوه تنه چې، په دې تور يې په نوموړي کورکي نيولي دي ددوى ترتحقيق لاندي دي ترڅو ترې ددروازې ورکه پله لاس ته راوړي خوده له دې وروسته ددې دورازودساتلولپاره دکندهار موزيم وړ ځاى وباله .))دميوند ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٧ کلن فضل احمد وايي چې ،نوموړې دروازې بايد ميوند ولسوالۍ ته ونه لېږل شي.ده زياته کړه : ((دميوند په هديره کي يې ساتنه نه شي کېدلى ځکه چې، اوس ورته دخلکوپام شوى دى بيا به يې غلا کړي .))په کندهارکې دبېنوافرهنګي ټولنې مشر عبدالاحد محمديار پژواک ته وويل چې، دولت اوس داسې کارونو ته مخه کړې چې، دخلکو دخوښۍ سبب ګرځي.ده زياته کړه : (( له ماشوم تښتوونکو څخه نيولې بيادتاريخي دروازودغلاکوونکو ترنيولوپه دې فعاليتونوباندې يې دکندهاريانو زړونه ګټلي دي.))دا تاريخي دروازې د ١٣٨٣ کال د دلوې پر ١٢ نېټه دکندهار دميوند ولسوالۍ له تاريخي هديرې څخه دشيخ حسن ميوندي له زيارته غلا کړل شوې وې پر دې تاريخي دورازودشيخ حسن ميوندي ژوند ليک ليکل شوى و او ٩٠٠ کلن تاريخي قدامت يې در لود .شيخ حسن ميوندي دسلطان محمودغزنوي دوخت لومړى وزير و چې ، له سلطان سره يې دهندپرخاوره واکمني کړې وه خودورپېښې ناروغۍ له امله په هرات کې چې هلته تدواۍ ته بوو ل شوى و ومړ اوبيا خپلو زامنوخپلې پلرنۍ هديرې ميوند ته راوړ ، دلته يې ښخ کړ او بيا دده دزيارت پر دروازو چې، له ډبرو څخه جوړې شوې وې دده ژوند ليک و ليکل شو
",دميوند ولسوالۍ تاريخي ډبرينې دروازې وموندل شوې
2289,عبدالهادي ریشاء- کراچي,"
چورخاک
دا که واکداري وي ، واک داري خوهســـــــــــــــي نه وي
داکه کار داري وي ، کارداري خو هســـــــــــــــــــي نه وي
-----------------------------------
څوک چي پر سرونو باندي خیژي ســــــــــــــــرداري کوي
دا که سر داري وي ، سرداري خو هســـــــــــــــــــــي نه وي
-----------------------------------
خپل هیواد یې ګړوب کړی، لا ځانونه هوښیاران بولي
داکه هوښیاري وي، هوښیاري خو هســــــــــــــــي نه وي
----------------------------------
ځان دمور په مرګ سره شېر بر ېتي او نامدار بـــــــولي
داکه نامداري وي ، نامداري خو هســـــــــــــــــــي نه وي
----------------------------------
دوی ویل کورونه جوړوو خو کنډوالـــــــــــــــې یې کړې
داکه معماري وي ، معماري خو هســـــــــــــــــــــي نه وي
----------------------------------
هر یو چي راغلئ دئ وایی امـــــــــــــــــــن کراري غواړم
داکه کراري وي، کراري خو هســــــــــــــــــــــــــــــي نه وي
---------------------------------
راغله و چور خـــــــــــــــــاک ته همکاري یې بهانه کړېده
اوس پُټ پرهاري سوه، همکاري خوهســـــــــــي نه وي
----------------------------------
ماته دیارۍ لاس راکوي په سیــــــــــــــــــــــــاڼه توب سره
ده کچه یاري، سوچه یاري خو هســــــــــــــــــــــــــي نه وي
----------------------------------
ډېـــــــــــــــــــــــــري چار مارۍ بل سالارۍمودلته ولیدې
دا خو بمبارۍ دي ، چارماري خو هســــــــــــــــــي نه وي
---------------------------------
ولي نه رسیږي د اولس بار تر مـــــــــــــــــــــــــــــــزله پوري
دا که بــــــــــــردباري وي ،بردبا ري خوهســـــــــي نه وي
---------------------------
عمر عبث تېر سو یو غـــــــــــــــــــــــــــمخوره موپیدا نکړ
داکه غمخواري وي ، غمخواري خو هســــــــــــي نه وي
---------------------------------
پورته سه ریشاء دبدخواهـــــــــــــــــــــــــــانو لاري ونیسه
دا که بې لاري وي ، بې لاري خوهســـــــــــــــــــــــي نه وي
",چورخاک
2290,Written by: Dr. Tariq Rashad,"
The Man of Faith
Academician Professor Abdul Shakoor Rashad
The Great Scholar of Pashto Literature, Researcher, Historian as well as Brilliant Writer and Poet of Afghanistan and the Region
Arranged by: Gharzai Khwakhuzhi
Written by: Dr. Tariq Rashad
2004
Birth date and family roots:
Academician Professor Abdul Shakur Reshad was born in an esteemed family on November 14th 1921; right two years after his country got its independence from the Great Britain (1919), in Kandahar City, Bābaro Street. His family beside private business was also interested in education and adding to their knowledge.
His late father Abdul Ghafoor Khan was a person who used to keep himself up to date with that time’s required knowledge. Beside his mother language, Pashto, he spoke Persian, Arabic, Urdu and English.
His late grandfather Haji Mohammad Ayaz Khan was a well known trader of his time.
Ayaz Khan’s father was Mohammad Jan Khan and his father Naik Mohammad Khan and his father was Saap Khan who owned 100,000 golden coins. Saap Khan was one of the closest colleagues of the modern Afghanistan’s founder, Ahmad Shah Baba (Ahmad Shah Durani) (1747-1773). This family was called kingmakers. As Noor Mohammad Khan Bābar* who was working as income tax collecting officer and Gul Mohammad Khan Bābar was responsible for the financial affairs of the country. Gul Mohammad Khan also had a family relation with King Ahmad Shah Baba as King’s grandson Crown Prince Zaman who later became king after his father Temor Shah and was famous as Shah Zaman was his son-in-law.
Lt. Abdul Ghafoor Khan played a great role in raising his son, Abdul Shakur Reshad. As Professor Reshad had mentioned in an interview with Gorbat Magazine: “My first teacher was my father, God bless him that he raised me but unfortunately he passed way while I was (13) and I couldn’t take full advantages of his knowledge. But (69) years ago (Presently 73 years ago) I learned English alphabets from my father and also some brief Arabic books. I have learned some Persian books such Gulistan, Bustan also from my father. Of course I had some other teachers too, but my first teacher was my father.”
And also there was a newspaper called “Afghanistan”, which was published in Lahore.
This paper had Pashto part and he used to study that as well.
* Brief introduction of the Bābar Tribe. Ref {Tauarikh-e-Khurshid-e-Jahan, written by: Sher Mohammad Gandapor.}
Personality and characteristics:
Recently Professor Reshad lived in northern side of Kabul city, called Khair Khana (Part one). In his small house he had a huge guest house for his scholar friends, his students, friends and his admirers.
Scholars, writers and thinkers from all Afghan tribes came to see him and tried to seek his social, cultural and political advises on daily bases. His guest room had the capacity of serving tea and soft drinks for almost 50 people sitting on chairs and listening to his historical, social, cultural and political advises on daily bases.
Prof. Reshad had a smiling face and friendly attitude to all his visitors, students and admirers.
The Afghan, Pakistani, Indian, Iranian and other regional scholars including some western diplomats and scholars used to come to him and pay their love and respect from Prof. Reshad’s wide range of local and international knowledge, even every and different ruling party members of Afghanistan valued Prof. Reshad’s wise advises for the benefits of Afghanistan’s national interest.
Prof. Reshad never compromised his basic principle for any reason that is why Prof. Reshad stays a very respectful scholar of Afghanistan.
Education:
Prof. Reshad used to be an intelligent and smart student in his school and soon he graduated in (1933) with the first grade and in (1934) while he was (13) he was appointed as a teacher in school and started his first career. He was famous as “Young Teacher” and more interestingly even some of his students were older than him.
In (1948) he went to India for further education and continued his research in Pashto language. He wrote the book “Lodi Pashtoons” consisting of (420) pages and beside that he learned Hindi language grammar as well.
Academician Prof. Reshad besides his native language (Pashto) spoke fluent Persian, Arabic, Urdu, Hindi< Russian and English and had written poems in Persian and Urdu languages as well but he had devoted all his life in study and research of Pashto* literature.
Political believes:
Prof. Reshad believed that all tribes of Afghan Society must get united instead of separation of tribalism. He strongly believed that Afghan must stay an Afghan and work hard for National Unity of Afghanism’s dignity, which unfortunately some or even most of the Afghan’s society so-called leaders encourages the tribal values among Afghans and Prof. Reshad rejected this national division of the Great Afghan Society.
That is why his political theory had never been welcomed by those Afghans who believe in separation of Afghan Nation.
Political Endeavor:
In (1946) he was appointed as Director of Kandahar City Selection Committee and in (1947) he became Deputy Mayor of Kandahar City.
In (1952) he was elected as a representative of “Weesh Zalmain”** (awaken youth) party from Kandahar Province to the parliament. Weesh Zalmain was the first party based on democratic principles in Afghanistan history. But due to the opposition of Mayor Abdul Ghani Khan and the officials of that time, his vote box was confiscated by the police from the election bureau.
Prof. Reshad became a member of Weesh Zalmain while he was (26). Even during Jihad and resistance period in Afghanistan, he always stayed in Kabul. He wrote some poems and articles critical of the Puppet Regime*** and supporting the
* Pashto is the language of the large percentage of the pople of Afhganistan and this language is also spoken in Pakistan, India and other parts of the world. Ref {“The Pattans” written by: Sir Alof Karo}
* Brief description of the movement of “Weesh Zalmian”, which started from Kabul (1946). Ref {“Weesh Zalmain is a political movement” (1946-1973) written by: Mohammad Alam Basarki}
* The Ex-Soviet invasion of Afghanistan, Dec 27th 1979.
resistance force but his poems and articles were published by alias names for security reasons in unrelated and independent newspapers in California, Norway, Germany, India, Peshawar, Karachi and other places.
His poems and articles were also published in Kabul until 1992 (when mujahideen groups took control of Kabul and the civil war broke out, which symbolically condemned the puppet regime and encouraged the freedom movement in Afghanistan).
During the Taliban regime in a gathering, which was held to condemn the Russian invasion of Afghanistan he clearly stated that “I was a Weesh Zalmai, I am and I will be. This party (Weesh Zalmain) is the first party which encouraged the democratic values in Afghanistan.” shortly after this statement he left the gathering.
From his poetry and articles we can judge that he had spent his life in opposition with the governmental officials because he could have never accepted unfairness and atrocities in his county.
He also could not bear the invasion, occupation and installation of puppet regimes which were always controlled by the foreign countries. He had always been a reformist and in favor of moderate policies. He revealed his opposition in public while he felt no serious danger and had stated his opposition in secret in an oppressed situation. That is why he was consistently under surveillance and watched and even threatened.
Academic Achievements:
In (1958) he became a professional member of Pashto Tolana (Pashto Academy) and Pashto teach at the Faculty of language and literature at the Kabul University and later became Assistant Director of Pashto Tolana while he held his position until his last breaths.
In (1961) he was appointed as a Pashto teacher in Institute of Eastern Research in St. Petersburg and there he served for two and a half year later on he served again at Kabul University in the faculty of language and literatures as Professor and became chief of the Pashto Department.
In (1978) after the coup he was retired but always kept close academic relations with the institutions and never had any relation with the radical regime of that time.
Traveling:
Beside all his social and political problems in his country, he got the opportunity to travel to Japan, India, Pakistan, Yemen, USA, Saudi Arabia and some other countries but returned home (Afghanistan) because he always preferred to stay in his motherland although he was facing lots of difficulties in his own country.
He lived in his country till the last day of his life, as he had said “everyone loves his country but I love my country to death, I live in my country and will die in my country.”
Publications:
Prof. Reshad had written scientific and literal articles which had been translated to many other languages of the world. He wrote his first poem in (1934) when he was only (13) and it was published in (1938).
His first research article was published in (1941) in Afghanistan.
Some collections of his poetry which were published condemned that time’s governmental policies. Those collections are as below.
1. His poetry collection from (1978) coup until (1992) Mulhed Shahee or Communist Shahee (infidel monarchy or communist monarchy), condemned that time’s governmental policies.
2. From (1992) till (1996) another poetry collection titled Tanzeem Shahee (partisan monarchy).
3. And after the fall of Taliban another poetry collection called Talib Shahee.
His other (41) books and hundreds articles which have been published are:
1. Lodi Pashtoons (425 pgs), published in 1958.
2. Delhi in the Times of Pashtoons, preface, published in 1960.
3. Three Stories of Lev Tolstoy (Pashto Translation), published in 1961.
4. Pashto Textbook for Grade 11, published in 1961.
5. Pashto Textbook for Grade 12, published in 1961.
6. Hindi Poetry of De Ameer Khesraw Dehlawi, published in 1974.
7. The Words of Khair-ul-Bayan, preface, published in 1974.
8. Three Articles on Khair-ul-Bayan, preface, published in 1974.
9. Preface on Dawlat Lawani’s Collection, published in 1974.
10. Introduction on some poems of Wasel Roshani and corrections, published in 1974.
11. Panini, Ashet Adheyaee Au Pe Hagha ke Pashto Kalemi (in there are Pashto words), published in 1975
12. Introduction on the Pashto Translation of Geetan Enjeli (written by Rabandranat Tagoor, 104 pgs), published in 1975.
13. Introduction on the Pashto Translation of Taj (written by Rabandranat Tagoor), published in 1975.
14. Preface on Golden State Dictionary, published in 1977.
15. Preface on Gulshani Roh (192 pgs), published in 1977.
16. Introduction on some poems of Ahmad Shah Baba with explanations, published in 1978.
17. Ahmad Shah Baba’s Poetry Collection (Ghor Chan), published in 1978.
18. Badee (the branch of rhetoric that deals with aesthetical aspects of Pashto Poetry) for Teacher Training, published 1980.
19. Pashto Translation of Ibne Seena Makkharj Alhuroof.
20. History of Pashto Tajweeds (74 pgs), published in 1980.
21. Preface on names of God (Asma-ul-Husna), published in 1980.
22. Mia Omar of Zamkani, published in 1981.
23. Preface on Poetry of Haji Juma Barakzai and wordlist, published in 1982.
24. A few Words on Afghanistan and British-India, published in 1982.
25. Dictionary of Puta Khazana (Hidden Treasure), published 1983.
26. About Zafar Nama of Akbari and Its Poet, published in 1986.
27. The Bloody Event of Qesa Khwani, published in 1988.
28. Ten Articles, published in 1988.
29. Sobahash Chandrabos, published in 1989.
30. De Zre Weena (Heart Blood), Poetry Collection, published in 1991.
31. De Afghanistan Badi Wraze (Hard Days on Afghanistan), Poetry Collection, published in 1994.
32. Loolapa Peghla (Burning Girl), Poetry Collection, published in 1995.
33. Korosh Khoon Asham, Poetry Collection, published in 2000.
34. De Pashtano Ghamize (Pashtoon’s Sorrow), Poetry Collection, published in 2001.
35. Khashmedelea America (American Rag), Poetry, published in 2002.
36. De Taodoweeno Hama Afghanistan (Warm bloody bath in Afghanistan), Poetry, published in 2003.
37. Collection of Interviews of Historical Geography of Afghanistan, Part 1, published in 2004.
38. To be misleads (Historical and literal), Part 1, published in 2004.
39. Handless Woman (Translation of Lev Tolstory), published in 2004.
40. Nawab Hafiz Rahmat Khan Bareasey and his family, by academy of Afghanistan, published in 2004.
41. Ranay Ushki (Brightly Tears), Poetry Collection, published bye Hewad Cultural Association in Kandahar in 2004.
His unpublished works:
1. Pashtana Shua’ara Pe Urdu Ke (Pashto Poets in Urdu): this book is the introduction of (383) Pashtoon Poets who have written poems in Urdu.
2. Pashtana Shua’ara Pe Farsi Ke (Pashto Poets in Farsi): this book is the introduction of (200) Pashtoon Poets who have written poems in Farsi.
3. Aya? (An aux. Word used for Questions): this book indicates all common mistakes made in Pashto and Farsi literature.
4. Ghalib Jang Nawab Ahmad Khan Bangash and his Family.
5. Notes on Pashtoon clans and tribes (200 pgs).
6. Mustashreqeen (Orentalists), in this book (200) scholars who have conducted research on East, Afghanistan, Pashto and Farsi are introduced.
7. Amin-ul-Mamalik Gul Mohammad Khan Ghorya Khel Bābar and his family who is grandfather of him.
8. National Hero, Gazi Mohammad Akbar Khan.
9. Sori Pashtoons.
10. Kandahar School Textbooks.
11. Hazrat-e-Abu Baker Seddiq in Pashto (140 pgs).
12. Pashto words in Old Persian and Awesta: this was written for Masters Degree in the Kabul University.
13. Kandahar Ziaratoona (Holy Sites).
14. Literature Dictionary (in 6 editions, 1st edition 1000 pgs, 2nd edition 500 pgs, 3rd edition1000 pgs, 4th edition 470 pgs, 5th edition 480 pgs, 6th edition 100 pgs while it was under work that Prof. Reshad passed away).
15. Pashtana Musnifeen (Pashtoon authors) (in 3 editions, 1st edition 350 pgs, 2nd edition 90 pgs and 3rd edition 70 pgs).
16. Geographical Notes (in 2 editions, 1st edition 350 pgs and 2nd edition 300 pgs).
17. Kandahar Historical Notes (in 2 eidtions, 1st edition is about Kandahar before the Mughuls and 2nd edition is about Kandahar after Mughuls).
18. The Ahmad Shah Era Hero (in 2 editions, 1st edition is about Ahmad Shahi Shahnami Tahliqat and the 2nd edition is about except Ahmad Shahi Shahnami other heros).
19. Pashtoon Poets (in 3 editions, 1st edition 150 pgs, 2nd edition 200 pgs and 3rd edition was under work as Prof. Reshad passed away).
20. De Tareeqat Shajare: this book explains the religious schools or ways which are famous in Afghanistan and among Pashtoons.
21. Nasabi Shajre (Family Trees, in 4 edition, 1st edition is about the famous and influential Pashtoon families in India, 2nd edition is about Sadozais Kings, Princes and dignitaries, 3rd edition is about Mohammadzaee Kings, Princes and dignitaries and 4th edition is about general Pashtoon tribes and clans).
22. 100 Proverbs in seven languages: this book is written in 4 editions and these proverbs are written in Pashto, Persian, Arabic, English, Russian, Urdu and Turkish languages).
23. 2000 Russian Proverbs in Pashto.
24. De Khoshal Farhang (in 7 editions, 1st Tab Nama (medical guide), 2nd Baznama (Hawks guide), 3rd Rubayat au Qata’at (quatrains and pieces “poetry”), 4th Dastarnama (rules and customs of the tribe), 5th Ghazalyat au Qasa’ed (poetry), 6th Ghazalyat au Qasa’ed, 7th Ghazalyat au Qasa’ed (lyrics and odes poetry)).
25. De Puta Khazana (Hidden treasure) Dictionary, 2nd edition.
26. Gulshani Roh (Mini Dictionary).
27. Khair-ul-Bayan (Mini Dictionary).
28. About Dictionaries: this book explains all dictionaries of eastern languages as follows:
• Pashto Dictionaries in Alphabet Order.
• Persian Dictionaries in Alphabet Order.
• Arabic Dictionaries in Alphabet Order.
• Turkish Dictionaries in Alphabet Order.
• Indian Dictionaries in Alphabet Order.
29. Badee (the branch of rhetoric of Pashto Poetry) in (371 pgs).
30. Bayan (rhetoric) in (370 pgs).
31. Qafia (Rhyme or rime) in (300 pgs).
32. Urooz (Prosody) in 2 editions, 1st edition in (767 pgs) and 2nd edition in (350 pgs).
33. Ma’ani (the branch of rhetoric, rhetoric meaning) in (383 pgs).
34. Naqd (comments and critics on literature) about Pashto, Persian and Arabic literatures in scientific section in (223 pgs).
35. School Dictionary: this dictionary is about the vocabulary used in school textbooks consisting of some 6000 words explanations.
36. Gulshani rih ke de Babu Jan Muntakhabat Naser ne dai (written for PHD degree) (the Babu Jan Selections in Gulshan Roh are not prose).
37. La’ala (Tulip), Collection of poems.
38. Roni Oshki (Bright Tears) collection of poems.
39. Great Ahmad Shah Baba in opinion of people.
40. Forty Published Hadis “Particularly the sayings o Prophet Mohammad (PBUH)”.
Prof. Reshad’s unpublished books and research articles add up to (69) and his published books are only (41). His hundreds of short articles and poems are also published in different periodicals in different times.
Family:
Prof. Reshad has left (4) sons and (5) daughter behind him. His oldest son is Dr. Khalid Reshad who is a surgery specialist and has a private clinic in Motoshima Japan, Dr. Tariq Reshad, his second son lives in Netherlands, Eng. Sher Shah Reshad who also lives in Japan and his forth son is Ahmad Shah Reshad who is a graduate of Literature Faculty, Pashto section, presently resides in Los Angeles, USA.
His youngest daughter Drs. Marghalera Reshad is living along with her family in Japan and other (4) daughters of Prof. Reshad along his wife lives in Afghanistan.
His other two daughters Mrs. Koko Reshad and Najiba Reshad are also writing poetry and some of their poems are published in some periodicals.
Regional and Global Respect of Professor Reshad:
According to his talent, interest, efforts and studies Academician Prof. Reshad had been recognized as a prominent scholar and teacher.
Pashto literature expert and historian late Candidate Academician and Researcher Mohammad Seddiq Rohi writes about Prof. Reshad: “Due to his knowledge and experience in history, literature and word analysis, Prof. Reshad has been designated as (Respected Teacher). His vast knowledge and strong memory despite his age of (84) impress his listeners.”
Prof. Reshad who died (84) year old, had devoted most of his life to the moral side of his life, indiscriminately to all of Afghans and non- Afghans human being equally which concentrated on study and research of Pashto literature and history. His friends were his pen and books and he had been living them so far.
At the time he passed away he was the only source of troubleshooting in areas of Pashto and Persian classic literature.
Prof. Reshad was not only famous due to his knowledge but also because he had an outstanding character that was beloved among all Nation.
The intellectual and academic circle of the Region strongly belief that “Prof. Reshad was one of our time’s great scholars, who had crossed the boundaries of our country and people of India, Pakistan, Former Soviet Union and some other countries’ cultural group are also familiar with his name. And his (20) years teaching at the Kabul University had given him a huge reputation among his students and global respect.”
Prof. Reshad was a real scholar and good human being of our century, which enjoyed the heartily respect of all mankind around him.
Finally after a long service for his country and people of it, due to the disease he had, he passed away on 1st December 2004, may the one God which we worship him in the Mosques, Churches or just in our heats, bless him and we all wish him a place in heaven.
",Academician Professor Abdul Shakoor Rashad
2291,پوهنوال رسول باوري - هالنډ,"
د مودو وروسته مي د کلتوري خبرونو په لړۍ کي يوداسي خبر واوريدۍ چي زړه مي خوښ او مړاوي هيلي مي بيا په غوړيدو شوي . وامي وريدل چي د کندهار د اصلا حي شورا په مرسته د خواجه حسن ميوندي د زيارت تاريخي دروازي بير ته تر لاسه شوې الا په الا چي په هيواد کي د ډيرو کالونو پرله پسې چور وروسته دادۍ د کندهار ښار اصلاحي شورا وتوانيدل چي د خپل هيواد دتاريخي وياړنو يوه بيلګه د تالانګرو څخه وژغوري .
د تيرو کالونو په ترځ کي د يوه ناولي دود په څير داسي بريښيدل چي افغانستان بي خاونده ملک او اوبو راوړۍ مال دۍ ، دا خبره بيا په تيره د هيواد د فرهنګي او تاريخي توکو د بيساري چور او تښتوونو په باب ، بربنډه او څرګند ه وه ، او تر اوسه لا هم په هيواد کي د کلتوري برخي يوشمير لوړ پوړي چارواکي نه يوازي په دې بريالي نه شول چي د لرغونو او تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيسي ، بلکي داسي رپوټونه هم خپاره شول چي د غلوسره مله هم دي .
له نيکه مرغه په کندهار کي د اصلاحي شورا برياليو هڅو نه يوازي دا چي د دې هيواد د سپيڅلو ساتندويانو په توګه يې د خپل هيواد دوياړنو يوه بيلګه وساتله بلکي دا يې هم ثابته کړل چي که چارواکي د دې هيواد د تاريخي وياړنو د ساتلو او پاللو سره مينه او زړه سوې ولرې ،خامخا به د هيواد کلتوري او تاريخي ثروت د پرديو د ناولو لاسونو څخه ژغورل کيږي .
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب او هم د ځان له خواد کندهار د اصلاحي شورا څخه يو ځل بيا د زړه له کومي مننه څرګندوم او په دې لار کي ستاسو د نورو بريو هيله کوم . د دی سره يوځای غواړم دا هم وليکم چي رښتينو هيواد پالو ته په کار ده چي د کلتوري هڅو په لار کي د کندهار د اصلاحي شورا پر پل پل کښيږدي او زموږ د تالان شوي هيواد د نورچورکيدو مخه ونيسي .
په درنښت
پوهنوال رسول باوري
٧ کب ١٣٨٤ لمريز ",د کندهار د اصلاحي شورا څخه د زړه له کومي مننه
2292,,"
روزګاران اونيزې په خپله يوه وروستۍ ګڼه كې په ډيرو ښو الفاظو د دولت ځنې تغيرات چې په ولايتونو كې يې راوستل راسپړلي وو كله چې مونږ د جنګسالار خبره كوو دې كې شك نشته چې هغه څوك مو سترګو ته نيغ ودريږي چې د هيواد په هره برخه كې وو او د وسلې په زور يې پر خلكو حكومت كړى او اوس هم په دولت كې ځاى لري د مثال په توګه د جنرال بسم الله خان ، تورن اسماعيل خان ، جنرال دوستم چې د حامد كرزي غټ رقيب وو په انتخاباتو كې د ولايتونو په سطحه ټولو واليانو نومونه اخيستلى شوو دا رښتيا ده چې جنرال محمد عطا د بلخ والي دى او د جنګسالار نوم ورپورې دى دا ځكه چې د طالبانو د رژيم د نسكوريدو نه پس يې د شمال د سيمو په سر د دوستم د قواوو سره جګړې وكړې او په نتيجه كې يې په لسګونو بېګنا خلك وژل شوي دي مونږ چې د لوستونكو او اوريدونكو په توګه نړيوالو مطبوعاتو نه تر كوم ځايه اوريدلي دي د خلكو په عام وژنه ، ترور ، او شكنجو كې په شمال كې د جنرال دوستم ، جنرال عطا او د حزب وحدت د قومندانانو غټ لاس وو چې نړيوالې هغه ټولنې چې د بشر د حقوقو نه دفاع كوي په وار وار يې دغه دواړه قومندانان په جنګي جنايتونو تورن بللي دي ، په هرات كې د اسماعيل خان د ولايت نه پس ولې ارامي راغله ؟ علت يې څه وو ؟ دا هغه پوښتنې دي چې په ډاګه دا ثابتوي چې اسماعيل خان اوبه خړولې او ماهيان يې په كې نيول ، دولت ته يې د هرات عوايد نه وركول او ددې لپاره چې ځان د بياجوړونې قهرمان وښيي هغه پيسې چې د ټول ملت حق وو يواځې يې په هرات مصرفولې او څه يې په جيب كې وهلې د شمال عوايد هم همداسې . پنځوس په سلو كې يې جنرال دوستم اخيستل ، ديرش په سلو كې يې عطا اخيستل او شل په سلو كې يې حزب وحدت اخيستل د مامورينو د ماش خبره خو له هيچا سره اړو مطرح نه وه
نو په دې حساب جنرال داود هم چې اوس د داخله وزارت معين دى يو ستر جنګسالار دى ځكه هغه كارونه چې اسماعيل خان په هرات كې ، دوستم ، عطا او وحدت په شمال كې كړي دي هغه په شمال شرق كې تر سره كړي دي ، د القاعده او طالبانو په نامه يې ډيرى پښتانه په تخار او كندوز كې نيولي او بيا يې هيڅ درك نه دى معلوم چې څه شول د خلكو نه يې په بيلا بيلو نومونو جزيې اخيستي دي او هغه څه يې كړي دي چې اسماعيل خان په هرات كې نه دي كړي او د يوه اړخه خلك ترې خوشاله دي ،
خو راځۍ چې دا وڅيړو چې ملت د چا تر شا ولاړ دى كه د جهاد په نامه چا ته جنګ سالار ووايو نو خپله ريس جمهور كرزى هم غټ جنګ سالار دى ځكه چې هغه هم په جهاد كې دروسانو د سره پوځ په وړاندې ونډه درلوده ، كه داسې وي نو صبغت الله مجددي هم جنګ سالار دى كه داسې وي نو هر هغه شهيد هم جنګ سالار دى چې د روسانو په وړاندې يې خپل ژوند له لاسه وركړ ، مور يې بوره ، او ښځه يې كونډه پاتې ده او هيڅوك يې پروا نه لري او نه يې كوم غمخور شته دى چې ترې وپوښتي چې ستا ميړه خو لاړو شهيد شوو ستا ژوند څنګه دى ته دې دا ماشومان څرنګه ساتې ،د شهيدانو او معلولينو وزارت شته خو هره ورځ د معلولينو مظاهرې كيږي علت يې څه دى ؟ دا هغه خبرې دي چې بايد تحقيقات پرې وشي خو راغلوو! د جنګ سالار خبرې ته جنګ سالار هغه څوك دى چې د نجيب د حكومت د پرزيدو نه بعد يې وسله د خپلې خاورې او ولس په ضد استعمال كړې ده ،او په زرګونو افغانان يې وژلي زخميان كړي او كورونه او شتمنۍ يې لاندې كړي دي خو بيا دغو جنګسالارانو ته هغه وخت د نجات لاره په لاس ورغله چې دوى د طالبانو په وړاندې په جنګونو كې ښكيل شول طالبان هم هغه طبقه وه چې جنګسالارانو سره يې اړخ لګاوو خو يو ښه والى چې په كې وو هغه دا وو چې د چا مال يې نه خوړ او ټول په يوه قومنده وو خو ډير مظلومان يې د خاورو لاندې كړل ، خبره مو د روزګاران د اونيزې پورې وه هغې په خپله دغه مقاله كې ډير كسان داسې كڼلي وو چې ګويا د اففانستان دولت غواړي چې بيا جنګسالاران په دندو وګماري ښايي دا د دولت يو سياست وي چې په دې توګه جنګسالاران د خپلو اصلي ځايونو نه لرې كړي چې د نفوذ اغيز يې پر خلكو ورك شي او خلك يې چې لكه د يرغمل په توګه نيولي دي ازاده ژوند پيل كړي لكه خوشال خان با با چې وايي ،،ازادي تر بادشاهيه لا تيرى كا ،،،،،،،،،،،،،،،،چې د بل تر حكم لاندې شي زندان شي .
نو دولت غواړي چې خلكو ته رښتني ازادي وركړي هغوى نور له هغه مصيبت څخه وژغوري چې دغو جنګسالارانو ورته راولاړ كړى دى .خو د روزګاران له يوه خبره خلك نه مني هغه دا چې دې اونيزې د بغلان والي جمعه خان همدرد هم د هغه چا په قتار كې راوستى وو چې هغوى جنګسالاران بلل كيږي
دې كې هيڅ شك نشته چې همدرد وسله درلوده ، همدردپه شمال كېد روسانو په خلاف د جهاد په وخت كې د ګلبدين د اسلامي حزب تر ټولو مشهور قومندان وو، خو هغه مهال د ګلبدين نه بيل شوو چې د هغه په پاليسۍ كې يې د ملي منافعو په ضد كارونه وليدل ، هغه يكه تازي غوښته خو همدرد دا شى نه منل ، هغه د افغانستان پر خلكو د زور حكومت غوښته خو همدرد دا ورسره ونه ومنل او همداسې ترې بيل شوو ، په وروستيو كلنوكې چې په جوزجان ، فارياب ، سرپل ، بلخ او سمنګان كې د پښتنو په خلاف دسيسي جوړې شوې او هڅه دا كېده چې پښتانه ددې سيمې نه دي او د شمال نه دې ووځي همدا ملي څيره همدرد وو چې د خپلې ملي روحيي د لارې يې د پښتنو زياتره كورنۍ د هغه څه نه وژغورلې چې ازبكانو يې د شړلو پسې پښې رابډ وهلې وې همداسې ويلى شم چې جمعه خان نه په تنظيمي جنګونو كې ښكيل وو نه د طالبانو د ماتي نه وروسته په خپلمنځي جنګونوكې هغه كه څه هم د اتم نمبر قول اردو قومندان په مزار شريف كې پاتې شوى او حامد كرزي په فرمان يې دا وظيفه پر مخ بيوله خو په دې قول اردو كې ټول مسلح خلك د جنرال دوستم طرفداران وو لعل پهلوان چې ددغه قول اردو معاون وو د دوستم د خوانه ټاكل شوى وو د قول اردو ټولې چارې يې په غاړه اخيستې وې او جنرال مجيد روزي چې د جنرال دوستم نظامي مرستيال وو د قول اردو په نمايندګۍ به يې په غونډو كې برخه اخيستله ، خو جمعه خان همدرد ددې لپاره چې په دولت كې يو ه څوكۍ لږ تر لږه ولري تر پايه يې له حوصلې كار واخيسته او استعفا يې ور نه كړه ځكه دده د استعفا سره سم به د قول اردو له قومندانۍ نه د پښتنو ژوند په شمال كې يوځل بيا د ازبكانو تر اغيز لاندې راغلى واى ، كله چې دا قول اردو ړنګ شوو جمعه خان همدرد د بغلان د والي په توګه د كرزي د انتخابي دولت د خوانه وګمارل شوو چې ولايت ته يې له معرفي كېدو سره سم هره ورځ په زرګونو افغانان نه يواځې د شمال نه بلكې د هيواد شرقي و غربي ، جنوبي او شمالي سيمو نه اشراف او هغه كسان چې په سيمو كې يې د خلكو استازي دي دده مباركۍ ته راغلل په دې خلكو كې د هزاره ګانو نيولې تر ازبكو، پشيانو ، تاجكو ، بلوڅانو او پښتنو په ګډون داسې افغانان هم ورته راغلي وو چې نه په پښتو پوهيدل نه په دري او يو ترجمان يې درلود چې د هغوى خبرې يې په ګوډه ماته دري همدرد ته ژباړلې دا افغان قرغيزان وو چې د بدخشان ولايت په هسكو او لرې پرتو سيمو كې ژوند كوي او د خپلې ژبې نه يې پرته نورې افغاني ژبې نه دي زده ،نور نو تاسو خپله فكر وكړى چې جمعه خان يو جنګ سالار دى كه د خلكو رښتنى همدرد ؟د دومره خلك ولې په ځان دومره زحمت روا بولي او د هغه هركلي ته راځي په هغه ورځ چې د والي په توګه دده د راتلو اوازې وې نو يوه ورځ چې ډير ه واوره اوريده په زرګونو خلك يې شمالي سالنګ ته د هر كلي لپاره ورغلي وو چې بيا جمعه خان همدرد د زياتې واورې د كبله چې سالنګ يې بند كړى وو بيرته كابل ته ستون شوو او هغه خلك چې دده هركلي ته ورغلي وو د موټرو په بيرو بار كې يو موټر چپه شوو چې دوه تنه د تره ځامن چې د بغلان ولايت د ډنډي غوري اوسيدونكي وو او په يوه ورځ دواړه دې نړۍ ته راغلي وو د موټر د چپه كېدو د امله ساه وركړه او په يوه ورځ يې ددې نړۍ نه كوچ وكړ .
بل مهم ټكى چې د هغه په پاليسۍ كې د والي په توګه نغښتي دي هغه په ولايت كې يې د مسلحو كسانو زر تر زره ختمول دي او د ملي پوليسو او ملي اردو د تقويي لپاره د لارې هوارول دي ، د ټولو خلكو په وړاندې يې د ولايت دروازه پرانيستې ده او څومره عريضې چې يې تر لاسه كړي دي ټولې د ځايي قومندانانو په خلاف شوي دي چې خلك يې زورولي دي ، دى لومړى د توصيي د لارې قومندانانو ته په دې خبرو اخته دى چې نور ولس ونه ځوروي .كه دا خبرې ځاى ونه نيوه نو دده خپله وينا ده چې بيا به يې د ملي اردو او نړيوالو قواوو د لاري د له منځه وړلو هڅه كوي . د ولايت د بيا رغاونې لپاره يې هم يو ډير ښايسته پروګرام جوړكړى دى چې په لومړي سر كې يې د دغه كرنيز ولايت د ابيارۍ د سيسټم جوړونه او بيا دهقانانو ته د معيشت د بديل په نامه د مرستو سمه رسونه په پام كې ده ، د بينوا اداره يې په چارو كې برى او پرمختګ غواړي .
",دولس يو خواخوږی همدرد، يوملي څيره
2293,محمد حسن حقيار,"
محمد حسن حقيار
دا يوه څرګنده خبره ده چې، په هرهېواد کې بېلابېل قومونه او دبېلابېلو ژبو خاوندان ژوند کوي اوڅوک چې، ديو هېواد تابعيت ولري او تبعه يې وګڼل شي نوله ټولو هغو حقوقو څخه په مساوي ډول برخمن وي چې، اساسي قانون دهغه هېواد داتباعو لپاره ټاکلي وي او ټول په مساوي ډول ددولت او حکومت په وړاندې هغه مکلفيتونه اومسؤوليتونه هم لري چې، اساسي قانون يې دخپل هېواد له اتباعو څخه غواړي٠ دې قومونوکه څه هم خپل منځۍ ريښې يې بېلې اوځانته ځانته قبيلې وي خو په ګډه يې يو ملت جوړ کړى وي او په بهر کې بيا يو نوم ، يو ملي هويت اويو ملي سرود لري چې ، داملي سرود هم دهغه ملت دملي هويت څرګندوى بلل کېږي.
دټولې نړۍ تعامل، دانصاف غوښتنه ،اود دموکراسۍ اصول دادي چې ، دملي سرود ژبه دهېواد داکثريت ژبه وي خو له بده مرغه چې، په افغانستان کې بيا ددموکراسۍ مدعيان بل ډول اصول تطبيقوي دلته نه ددموکراسۍ ارزښتونو ته څوک اهميت ورکوي او نه داکثريت حقوق څوک په پام کې نيسي ، دلته دموکراسي زندۍ شوې ،دلته اوس هم دټوپک او کوتک واک او حکومت دى،دلته نه څوک اساسي قانون په نظر کې نېسي او نه مدني او ٠٠٠
افغان ولس دتلې دمياشتې په ټول ټاکنو کې په حامد کرزي اعتبار وکړ، هغه ته يې ديو لړ ژمنو په بدل کې چې ، حق به حقدار ته سپاري دتصميم نيولو تر ټولو لوړه څوکۍ ( ولس مشري )ورکړه خو کرزي واک ته تر رسېدلو وروسته خپلې ژمنې هېرې کړې او دملت په رايو بريالي شوي ولسمشر له ملت سره دښمني پيل او دملت دهيلو او غوښتنو پر خلاف يې بېرته دولس دښمنانو ته خپله غېږه پرانسته٠
ددموکراسۍ، حقدار ته دحق دسپارلواود ټوپکسالارۍ دختمولو ژمنې يې هېرې کړې .
دنوي اساسي قانون دتصويب په لويه جرګه چې، د١٣٨٢ دليندۍ له دوه ويشتمې يې دمرغومي ترڅوارلسمې دوام درلود دافغانستان دملي يووالي ،افغانيت اودافغانستان د مځکنۍ بشپړتيا دښمنان له هرڅه ډېر په دې پورې نښتي وو چې، په افغانستان کې دې نه ملي ژبه پښتو وي اونه دې ملي سرود په پښتو ژبه وي، دوى ښه پوهېږي چې، په افغانستان کې ، دپښتنو سلنه تر شپېتو اوړي، دوى ښه پو هيږي چې، دافغانستان عنعنوي وارثين پښتانه دي ، دوى ښه خبر دي چې دتاريخ په اوږدو کې افغانستان دپرديو له يرغل څخه پښتنو ژغورلى دى او پښتو له هره لحاظه مستحقه ده چې، ددې هيواد ملي اورسمي ژبه وي خو دتعصب او نژاد پالنې ګردونو دومره ړانده او کاڼه کړي وو چې ، په دې ټولو واقعيتونو يې سترګې پټې کړې اودپښتو په وړاندې يې وچ کلک غير منطقي دريځ ونيوه ، خو په مقابل کې يې پښتنو وکيلانو دملي يووالي دټينګښت لپاره له ډېرې حوصلې او ډېر زغم څخه کار واخست ، ډېر انعطاف او تنازل يې وکړ،دپښتو دملي ژبې کېدلو له وړانديز څخه تېر شول او په همدې يې اکتفا وکړه چې ، ملي سرود دې په پښتو وي او دا يې دهمدې اساسي قانون شلمه ماده وګرځوله : ((دافغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دى ، الله اکبر او دافغانستان دقومونو نومونه به پکې راځي.))
دقانون له تصويب وروسته اټکل کېده چې، کرزى به داساسي قانون له غوښتنې سره سم دملي سرود دجوړولو لپاره بېړنى ګام واخلي خو له بده مرغه چې ترڅومياشتوخويې دسرود لپاره آن کمېسيون هم نه ټاکه .کله چې،چې پرې دولس له خوا فشار راغى نو دا سې يوکمزورى کمېسيون يې وټاکه چې له يوڅو تنو پرته يې نورو آن ملي سرود پېژنده هم نه ،نه يې په مانا پوهېدل او نه يې په اهميت،خو کله چې دده له خوا همدې ټاکل شوي کمېسيون يو شعر_ چې که څه هم دقومونو انډول او سلنه په کې مراعات شوې نه وه او تر هر چاوړاندې په کې هزاره او په شپږم نمبر کې پښتانه ياد شوي وو چې، دا په خپله هم يوه لويه بې انصافي ده _ وټاکه او دکرزي دفتر اعلان کړه چې ، کرزي همدا شعر ومانه نو خلک همدې ناانډوله شعر ته ځکه خوشحاله ووچې، دادبسوګۍ واده خلاص شي او هيواد مو ديو ملي سرود خاوند شي خو دادى کرزي يو ځل بيا دملت په ولولو تودې اوبه وشيندلې ، دهغوى احساسات يې مړاوي کړل او له خپل خوى سره سم له دې خبرې هم واوښت او دنوي کالدجشن په غونډه کې يې يو ځل بيا هماغې ګوندي ترانې ته داحترام مراتب پر ځاى کړل دا هم ديادولو وړده چې، جناب کرزى صاحب دعظيم الشان قران احترام ته ونه درېد خودجمعيت تنظيمي ترانې ته چې دملت د خوښې او هيلې پرخلاف، خپره شوه په پوره عاجزۍ او احترام ودرېد
دادى داساسي قانون له تصويب څخه يو کال اودرې مياشتې تېرې شوې نه ملي سرود په پښتو شو او نه دجمعيت هغه ګوندي ترانه ورکه شوه چې ،نه په کې دافغانستان نوم ياد شوى، نه يې ويونکى او نه يې جوړوونکى معلوم دى، نه يې دجوړولو لپاره شاعرانو ته دکوم کانکور اعلان شوى، نه يې دميوزيک دثبت لپاره هنرمندانو ته کوم کانکور اعلان شوى ، نه کومې لويي جرګې خو پرېږده آن کوم کمېسيون تصويب او تائيد کړى دى.
دملي سرود دکميسيون يوتن غړي يوه آژانس ته ويلي دي چې، کله کرزي دا نوى سرود رد کړنودوى داحتجاج په ډول کرزي ته ورغلل کرزي ورته په ځواب کې ويلي وو چې،استاد رباني دا سرود نه مني او وايي چې ددوى دمقاومت[ چې ، په پايله کې يې دامريکا د٥٢ ډوله الوتکو په وزرونو کابل ته راغلل] يادونه په کې نه ده شوې . دافغانستان دحالاتو څېړونکي وايي چې، رباني او دده هم آنده ملګري اصلاً په پښتو ژبه له ملي سرود سره مخالفت لري او په هېڅ ډول يې نه غواړي دوى کوښښ کوي چې ،داسرود نن په سبا وځنډوي او ترهغې يې وځنډوي چې ، پارلماني ټاکنې ترسره او ملي شورى جوړه شي ځکه له ده ( رباني ) سره کرزي دملي شورى درياست ژمنه کړې ده نو کله چې دى دملي شورى رئيس شي نو له خپل نفوذ ، تجربو ، چالاکۍ او٠٠٠٠څخه په کار اخستلو به همدا موجود دده ملي سرود ( جميعتۍګوندي ترانه ) دده په ګومان دتل لپاره په خلکو ومني او دافغانستان ملي وحدت او ملي هويت ته به ښه خدمت وکړي !!
نو اوس قضاوت ددرنو لوستونکو په لاس کې چې ووايي ددوى لخوا دټاکل شوي ولسمشر په استدلال کې څومره قوت پروت دى؟! آيا دولس لخوا ټاکل شوى ولسمشر همداسې وي؟!ايا په پارلماني ټاکنو کې به بيا دده لپاره خپلې وينې تويوي ؟
",کرزي د ملي سرود سر وخوړ
2294,اتل وردګ - کندز,"
اه چه مو د ميني ......
اه چه مو د ميني خمكه شا ره شوه
وچه مو په خو له كي د ژوند لا ره شوه
ورو ورو مي لا سونه کښته پر يو تل
وركه را نه سپينه نرۍ غا ړه شوه
ته چي د لېمو په ژبه نه وې پوه
مينه مي شعرونو كي نن ژبا ړه شوه
هو مره مو د تيږو با را ن و ليد و
نن چي مو پخه د صبر دا ره شوه
پو ه نه يې اشنا چه ستا په يو نظر
زما د ژو ند ا نه خو نه ويجاړه شوه
کندز ١٣٨٣ لمريز
",ته چي د لېمو په ژبه نه وې پوه
2295,,"
٩ د وري ١٣٨٤
د سلطان بند د ماتېدوله امله غزني ته سخت ځاني او مالي زيان اوښتی دی .
د افغانستان په غزني ولايت کې چارواکي واي چې د سلطان بند د ماتېدلو له کبله اوبه پر کلو راوښتي او په سلګونو کورونه او دوکانونه يې وړي دي.
د غزني ولايت چارواکي واي چې سېمې ته ورغلي ټولې لارې د اوبو لاندي شوي دي او دا لا شوني نه ده چې د مرګ ژوبلې سمه شمېره پخه کړي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه و چې بند ته نږدې پنځو کلوته سخت زيان اوښتې دي او اوبه اوس د غزني ښار ته رسېدلي دي. ",سيلابونو د غزني اوسيدونکي زيانمن کړي دي
2296, ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
په افغانستان کې د ښځو حقونه
د افغانستان په غریبه او بې وزلي ټولنه کې ښځې تر ټولو زغم ګالونکي او له خپلو حقونو څخه بې برخې دي . د جګړې په کلونو کې د ښځو په اوږو باندې د غم او ناورین،دلوږې اواړتیا،دسپکوسپورو،کډوالۍاو بې کورۍ ډیر دروند بار پروت و چې تر اوسه یې هم په بیل، بیل ډول پر اوږو وړي .
اوس چې د جنګ لمنې د ټولیدو او د تل تر تله د سوله ییز ژوند زېری تر غوږو کیږي،د نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت له خوا د ښځو د حقونو ساتلو لپاره سورې نارې پورته دي چې دغه سورې نارې په عملي ډګر کې ځینې کوټه او دوه مخي اوځنې دزړه له کومې او سپیڅلي څرګندیږي . ښه ده چې له دې ټولو بدمرغیو اوستونزوڅخه دافغانوښځودخلاصون او درنښت لپاره عملي او سپیڅلي ګامونه واخیستل شي . تر ټولو لومړی باید د ښځو د څرنګوالي او څومره والي په هکله بشپړ مالومات تر لاسه شي :
۱ـ د سر شمېرنې په برخه کې :
په افغانستان کې همیشه دا خبره د ژبو په سر ده چې ښځې د هیواد نیمایې سر شمېرنه جوړ وي ؛ پداسې حال کې چې د جنګ په کلونو کې ډیر نارینه مړه شوي دي دا ځکه ویلی شو چې اوس د افغانستان ډیره سر شمېرنه ښځې جوړ وي . له دې کبله اړینه ده چې د هیواد ډیره کۍ سرشمېرنې ته ژوره پاملرنه وشي .
۲ـ په سیاسي برخه کې :
که چیرې یادې شوي خبرې د ولسواکۍ، دښځو د حقونو اوپه ټولیزه توګه د بشري حقونوسازمان وکړای شي چې دټوپک سالارانو،جنګ خپروونکو،دسپین سترګو بې ادبانواو د دغه کنډکپر حالت په منځ کې خپله لاره په خیر اوخیریت سره پرانېزي او د سیاسي ولسواکۍ په لوري ګامونه او چت کړي د ښځو رایې او رول ډیر وتلی او ارزښتمن کیږي . له دې کبله باید په سیاسي لارو چاروکې د ښځو په غوره رول پوه او په دې لاره کې نه ستړي کیدونکي ګامونه واخلو . اړوند دولتي څانګې په تېره خو د ښځو وزارت او سیاسي غورځنګونه دنده لري چې د ښځو د بیدارۍ لپاره غوره او ګټورې تګ لارې را منځ ته کړي .
۳ـ په اقتصادي برخه کې :
په اقتصادي برخه کې د ښځو رول ډیر جوړوونکی او اړین دی . نه یوازې په تولیدي او نورو بیلا بیلو اقتصادي چاروکې د ښځو برخه ډیره ګټوره ده بلکې له نارینه یې د مرستندویۍ برخه هم ډیر ستر ارزښت لري . که چیرې میرمنې د کور د کارونو او د کمکیانو د روزنې او پالنې دندي تر سره نه کړي، سړی نه شي کولای چې د کرهڼې، صنعت، دفتر او په نورو اقتصادي چارو کې په ګټوره توګه دنده تر سره کړي . ښځې د کور په سمبالولو برسېره کولای شي چې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د لاسي صنایعو په جوړولو کې ګټوره برخه تر سره کړي .
۴ـ یوه روغه ټولنه رکې روغې مور ته اړتیا لري . لکه څنګه چې وایې« مور په یوه لاس زانګو ځنګوي او په بل لاس نړۍ . » همدارنګه که یوه ټولنه غواړي چې د غوره پرمختیا او پراختیا پر خوا ګامونه اوچت کړي او د مدني، مترقي او سوله ییزې ټولنې له خوندونو څخه برخمنه شي، دپوهې، فرهنګ او هنر په سیمه کې څرګندې لاس ته راوړنې ولري او د تل تر تله سوکالۍ، امنیت او سولې څخه برخمنه وي باید خپلې ټولنې ته داسې هوښیارې میندي وړاندې کړي چې وتوانیږي خپل ګران هیواد افغانستان ته داسې سالم، سپیڅلی، وطنپال او هوښیار زوزاد ډالۍ کړي چې خپله خپلواکي، د خاورې بشپړتیا، ملي حاکمیت او ملي ګټې و ساتلای شي .
۵ـ په فرهنګي برخه کې :
ښځه یانې دغه مهربان او زړه سواند مخلوق په بیلا بیلو فرهنګي چاروکې د ښوونکي، استاد، ډاکټر، کارپوه، نرس، مامور، سندرغاړي، سازنده، ویاند، شاعر، ژورنالیست، ډرامه لیکونکي، انځورګرۍ او نوروبرخو کې د وتلي او نووښتګرې ونډې درلودونکي ده . له ښځو پرته د ژوند ټولې چارې نیمګړي، بې نوره او بې مالګې دي . لنډه دا چې له ښځو پرته د ژوند چوکاټ بې انځوره،بې ښکلا او بې هڅونې دی یا په بله وینا له ښځو پرته ټولنه مړاوي اوبې روحه ټولنه یادیږي .پرمختللي، ښکلي او انساني ټولنه هغه ده چې ښځې پکې وتلي او څرګنده برخه ولري .
اوس دا خبره راپیدا کیږي چې ایا موږ په افغانستان کې په دې کچه ښځې لرو ؟
که ووایو چې نا! نو څه باید وکړو چې د افغانستان ښځې تر دغه کچې ورسیږي ؟
لکه څنګه چې ددغه لیکنې په سرکې وویل شول لومړی باید دښځوپه هکله بشپړه سرشمېرنه اوژورمالومات تر لاسه کړوداسې چې دلوستوښځوشمېر اود زده کړې درجه،دبېسوادو،کونډو، بورواو یتیملرونکوشمېرڅومره دی .څومره کارکوي. څومره بېکاره دي،څومره معیوبې دي،څومره کولای شي چې د لاسي صنایعو په جوړولو کې کار وکړي او څومره نورې او نورې چارې تر سره کولای شي .
له دې وروسته کار پوهان پوهیدلی شي چې له ښځو سره په کومو برخو کې څومره مرستو ته اړتیا ده او دا دومره مرستې هم له پانګې درلودلو پرته په تشو خبرو او غورو پرو نه شي تر سره کیدای له دې کبله ښه ده چې لومړی په افغانستان بانک کې د ښځو سره د مرستې لپاره بانکي حساب پرانیستل شي بیا دې ددغه حساب د ډکیدو لپاره د ښځو وزارت،دولتي او ازاد مطبوعات، سیاسي ګوندونه او غورځنګونه، اجتماعي او فرهنګي ټولنې ،د افغانستان په دولت، نړیوالو ټولنو اوملي پانګوالوباندې د مرستې غږ وکړي .دهیواد په اوسنیو نړیوالو شرایطو کې چې په سر کې یې د نړۍ تر ټولو بډای هیواد امریکا هره ورځ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو په هکله په واز کومي خبرې کوي ډیره ښه موکې ده چې د ښځو وزارت په دې لاره کې عملي او نه ستړي کیدونکي ګامونه اوچت کړي . کیدای شي چې دغه لوړ انساني هدف ته په کورنیو او نړیوالو امکاناتو برسېره په باندنیو هیوادونو کې لکه امریکا، اسټرلیا، کاناډا، نیوزیلنډ او په اروپا کې له میشتو افغانانو څخه او همدارنګه د دوی د بیلا بیلو سازمانونو له خوا په هغه هیوادونو کې د خیر او ښېګڼو له ټولنو زیاته بسپنه تر لاسه کړي .
افغاني ښځې رواني اوبدني پاملرنې ته ډیره اړتیا لري په تېره خو باید د رواني ډاکترانو ځانګړی پام او زړه سواندی د ښځو خوا ته ور واړول شي ځکه چې افغانو ښځو د تاریخ په اوږدو کې په ځانکړي توګه د جنګ په کلونو کې ډیر رواني زیان لیدلی، اروا یې ټپي او ناروغه ده . یو له دغو زیانونو څخه هم ډار دی چې د ښځو اروایې ډیره کلکه په خپلوځورونکواوظالمو منګولو کې نیولي ده او زړه ورتوب یې تر ې اخیستی دی . د افغانو ښځو یوه بله ستونزه دا هم ده چې د سړي سالارواو نرواکو په ټولنه کې دومره زیاتې په خپل ډار کې ډوبې شوي دي چې د خپلو حقونو څخه دفاع کول یې بیخې هیر او ناروا ورته ښکاري .
له دغه مرېتوب څخه د افغاني ښځو خلاصون په لومړي ګام کې سواد ته اړتیا لري دا ځکه د افغانستان دولت، د ښوونې او روزنې وزارت، د ښځو وزارت او ټول سیاسي، فرهنګي او ټولنیز غورځنګونه وجداني او ملي دنده لري چې په دې لاره کې له هیڅ ډول ګټور عمل څخه دریغ ونه کړي .
ـ اې ښځې ته فرښته یې خوخپلواکه نه یې ځکه چې ته ترفرښتې هم لوړه یې .« رایترج »
ـ ښځه فرښته ده چې په کوچنیوالي کې زموږ ماشوم پاله ده، په ځوانۍ کې موږ ته خوشالۍ رابښونکي ده اوپه زړتوب کې زموږ د کلي ډاډګیرنه ده .« اره تسن »
ـ که ښځه نه وي او د هغې موسکا د ژوند تیارې روښانې نه کړي، ټولې خوشالۍ او ښکلاوې بې روحه کیږي . ",څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول ( ٣٦مه برخه )
2297,عارف خزان - ماسکو,"
عارف خزان - ماسکو ٢٧- ٣- ٢٠٠٥ زېږديز
هغه د خپل عمر ۶۲ كلونه د پښتو ژبي په تحقيق او تدريس تير كړي دي
د نوروز په غوڼده كي ګډون :
په مسكو كې د لرغوني نوروز د جشن د لمانځني په غونډه كې د برخي اخيستو لپاره، د غرمي په ۱۲ بجو ټاكلي تالار ته ورغلم. له ميلمنو سره د روغبړ نه وروسته په دويم كتار كې كيناستم. له ما نه مخكي په لومړي كتار كې دوكتور لطيف بهاند ناست و. د هغه سره په څنګ كې د روسيې غږ راډيو خبرياله آغلي «آيده سوبولووا» هم ناسته وه. زما د څنګ ښي لاس ته په څوكۍ كې ښاغلي فاروق فردا ناست و. او د هغه ښي لاس ته څوكۍ خالي وه. بهاند صاحب را ته وويل، چې دغه څوكۍ وساته، اوس ښاغلي دوكتور علي كريمي راځي او هغه به هلته كيني. د غونډي له پيل كيدو نه څو شيبي تيري شوي وي، چې علي كريمي راغي او زموږ سره له روغبړ نه وروسته، په هماغه خالي څوكۍ كې كيناست.
د لرغوني نوروز غونډه په رسمي ډول د قرآن عظيم الشان د څو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه. بيا ور پسي، د افغانستان د لوي سفارت شارژدافير، ښاغلي غلام سخي غيرت، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر، ښاغلي حامد كرزي، پيغام حاضرينو ته ولوست. له هغه نه وروسته، په مسكو كې د افغان تجارتي مركز رييس، ښاغلي غلام محمد، د نوروز په هكله د مباركي پيغام ولوست. په دغه پيغام كې راغلي و، چې كه څه هم د پرديو پوځي ځواكونو شته والي په اوس وخت كې د سولي او امنيت د ټينګيدو ضمانت دي، خو د يادوني وړ خبره دا ده چې دغه ټول عملي كارونه د خارجي قواوو تر سيوري لاندي تر سره كيږي. موږ په دي هم پوهيږو چې كه د ايتلافي قواوو موجوديت په افغانستان كې له يوه طرفه د سولي او ثبات ګرانتي ده، له بله طرفه د هغوي دايمي موجوديت په افغانستان كې د افغانانو د انساني كرامت پرنسيپونه كمزوري كوي او د ټولني د عزت د كموالي سبب ګرځي. ځكه چې د ټولني كامل عزت د هغه مملكت په اقتصادي او سياسي خپلواكۍ كي نغښتي دي.
د دغه جشني غونډي مشري او سمبالښت د هيواد د تمثيلي هنر نامتو شخصيت، استاد امان اشكريز كوله.
استاد اشكريز، بيا د ستيژ په مخ ښكاره شو، او له ښاغليو غيرت او غلام محمد څخه يې هيله وكړه، چې د افغان سفارت او د افغان تجارتي مركز تر مينځ د همكاريوو لاسليك شوي پروتوكول، په دغه غونډه كې يو بل ته په رسمي ډول وسپاري. د پروتو كول له سپارلو نه وروسته، لومړي ښاغلي غيرت د دغه پروتوكول لومړني ماده او بيا ښاغلي غلام محمد، د هغه دويمه ماده ولوستله، چې د ټولو حاضرينو له خوا يې تود بي ساري هر كلي وشو.
له هغه نه وروسته، د افغاني كډوالو د «پيرووه» په نامه د وړوكتون ماشومانو يوه ښكلي ترانه واوروله. همدارنګه، د دغه ښوونځي يو تن زده كوونكي يوه سندره هم حاضرينو ته واوروله.
ورپسي د افغاني كډوالو د «سيواستوپل» په نامه د ښوونځي د وړوكتون ماشومانو، يوه ښكلي ترانه او بيا د د غه ښوونځي دوه تنو زده كوونكو -جيلاني او احسان- په ګډه يوه پسرلنۍ سندره وويله. له هغي نه وروسته بيا هم د دغي ښوونځي زده كوونكو، د (اي هيواده) په نامه يوه ترانه واوروله، چې دغو ټولو ترانو او سندرو ته، حاضرينو د لاسونو په پړكولو سره خپل ژور احساسات څرګند كړل. همدارنګه، د دغه ښوونځي، د زده كوونكو له خوا يو مست اتڼ هم تر سره شو.
په دي وخت كې استاد اشكريز، له ما نه هم غوښتنه وكړه، چې خپل شعرونه واوروم. زه د ستيژ سر ته لاړم، لومړي مي د خپلي يوي غزلي دوه بيتونه او بيا مي ور پسي، د خوشحال خان خټك، دوه پسرلنۍ غزلي واورلي، چې د حاضرينو ډيري خوښي شوي.
په دي جشني غونډه كې چې د افغان تجارتي مركز په نوښت جوړه شوي وه، له ۱۵۰۰ څخه زياتو كسانو د ښځو او ماشومانو په گډون، برخه اخيسته وه.
زه چې كله د ستيژ له سر نه بيرته خپل ځاي ته راغلم، نو دوكتور لطيف بهاند را ته وويل، موږ اوس بايد يوي بلي غوڼدي ته هم لاړ شو. هغوي هلته زموږ راتګ ته سترګي په لار دي. نن د روسيې د مشر افغان پوه، د ۸۵ كلنۍ جشن دي. بايد په دغه جشن كې هم گډون وكړو.
د غونډي بله برخه د موسيقي برخه وه. ما فردا صاحب ته هم وويل چې راسره لاړ شي، خو هغه و نه منله. ښايې چې د نوروز د غونډي بشپړ راپوتاژ يې په مسكو كې د افغاني ورځپاڼي (نويد روز) لپاره، چې دي مسوول مدير هم دي، برابرولو. او موږ دري واړه، _ بهاند، علي كريمي او خزان- له غرمي نه وروسته په دريو بجو، د موسيقۍ د برخي له پيل كيدو نه مخكې له تالار نه ووتلو.
***
د روسيې مشر افغان پوه، ۸۵ كلن شو:
موږ چې كله له تالار نه ووتلو، نو سمدلاسه، د «پيروه مۍسكايا» د ميترو په لور روان شو. دغه ميترو ته له تالار نه څلور دقيقي لار وه. لږ شيبه وروسته بيا موږ ميترو ته ور ننوتي وو. او د آوږده مزل نه وروسته د «كيفسكايا» له ميترو نه ووتلو. هلته، ډاكټر صاحب بهاند د ګلانو په مغازه ننوت او زه او ډاكټر كريمي، په يوه بله مغازه ور داخل شو. هلته مو د روسيې دود او دستور په توګه، د ميز د لا ښايست په خاطر، يوه سپينه ښيښه او بله سره ښيښه د انګورو اوبه واخيستلي او په پاكټ كې مو واچولي. د فارسي ژبي د ستر شاعر په قول «همچو دانهء انگور، شيشه در بغل داريم»، له مغازي نه راووتلو او د ګلانو د مغازي په مخكي د بهاند صاحب سره يو ځاي شو. بيا دري واړه، په مسكو كې د دولتي پوهنتون د آسيا او افريقا د انستيتوت په لور روان شو.
موږ دري واړه، د دغه انستيتوت انګړ ته ورننوتو. له پوړيو نه وختلو او په لومړي پوړ كې له څو دهليزونو نه، چې مستو چټو مسكويچي پيغلو محصلينو پكي په انګريزي اصطلاح (رش) او يا ګڼه ګوڼه جوړ كړي وو، له تيريدلو وروسته، په يوه كوچنۍ كوټه ور برابر شو. هلته نژدي ۱۴-۱۵ تنه د يو كوچني ګردي ميز نه چاپيره ناست وو. زموز په ليدلو د درناوي په دود، ټول له ځايه اوچت شول. د روسي دود په توګه، هر يو خپل ځان يو بل ته د لاس ور كولو په وخت كې ورپيژانده.
په دغه كوټه كې، روسيې مشر افغان پوه، د كوټي د بر سر ښي خوا ته ناست و. ونه يې منځني وه، او سپيني عينكۍ يې په سترګو وي. هغه هم را ولاړ شو. زموږ سره يې روغبړ وكړ او ښه تكړه او په صورت روغ ښكاريده. له ستړي مشي نه وروسته، ټول په خپلو ځايونو كيناستل. بهاند صاحب د ګلانو ګيډي استاد ته ډالي كړه او ما دواړه ښيښي له پاكټ نه را وايستلي او د ميز پر سر مي كيښودلي. له دی نه مخکی د ميز پر سر تازه او وچه ميوه، كيك او كلچي هم پريمانه ايښودل شوي وي.
زه پوه نه شوم، چې د دغي كليزي د نمانځني غونډه څه وخت پيل شوي وه؟ خو هغوي په دغه محفل كې په روسي دود او دستور رنګارنګ ټوكي ټكالي كولي. د استاد ليبيديف، شاګردانو ښځو چې دا مهال د مسكو د دولتي پوهنتون د آسيايې او افريقايې هيوادونو په انستيتوت كې د پښتو او دري ژبو په تدريس بوختي دي، كله په پښتو او كله هم په دري ژبو خبري او ټوكي كولي. يوي تني خوا په دري ژبه په پخوا وختونو كې په افغانستان كې بيلا بيلو سيمو ته د خپل سفر خاطري بيانولي او د هغه وخت د سفر له خاطرو څخه يې ټوكي هم كولي.
د نورو كسانو د خبرو په ترڅ كې استاد ليبيديف هم كله نا كله په پښتو ژبه يوه نيمه خبره كوله او د پښتنو د دودونو په هكله به يې څه ويل. هغه د خپلو خبرو په ترڅ كې دی ټكي ته ګوته ونيوله، چې زه خو هسي هم په (پښتون ناسيوليزم تورن يم.)
د استاد ليبيديف د زوكړي ۸۵ كليزي ته د افغانستان د پوهانو او د علم او ادب له خاوندانو څخه يوازي د هيواد پياوړي ليكوال او ژورناليست، سر محقق زلمي هيوادمل، د مباركي پيغام راليږلي و، چې زما په غوښتنه، د استاد يو تن شاګرد د هغي يوه كاپي ما ته را كړه. د دغي پيغام متن په لاندي ډول و:
د افغانستان اسلامي جمهوريت
د علمي او فرهنګي چارو مشاوريت
ډير ګران او پياوړي پروفيسور كنستانتين ليبيديف!
د ۲۰۰۵م كال د مارچ پر شلمي ستاسي د زوكړي پنځه اتيا كاله پوره كيږي. زه ستاسي د پنځه اتيا كلني له امله تاسي، ستاسي درني كورنۍ او شاګردانو ته مباركي وايم، ستاسي د پنځه اتيا كلني جشن دي بختور وي او الله تعالي دي تاسي ته ډير عمر له روغتيا سره در په برخه كړي چې كورنۍ او شاګردان مو په ژوند ستاسي نوري ډيري كاليزي ونمانځي.
افغاني فرهنګ او ادب ته ستاسي خدمتونه، له افغانستان او افغانانو سره ستاسي مينه د ډيری قدرداني او درناوي وړ دي. افغانان ستاسي علمي كار او احساس ته په درنه سترګه ګوري.
ستاسي د روغتيا په هيله
سر محقق زلمي هيوادمل
په علمي او فرهنګي چارو كي د افغانستان د اسلامي جمهوريت مشاور وزير.»
په دغه محفل كې ټول ګډون كوونكې زما لپاره نا آشنا وو. په محفل كې د بيلا بيلو عمرونو نارينه، ښځي، ځوانو نجونو او هلكانو هم ګډون كړي وو.
په لومړي سر كې د نارينه وو په پرتله، د ښځو ونډه درنه ښكاريده، خو زموږ په ورتګ سره، دغه موازنه لږ څه برابره شوه.
***
د روسيې مشر افغان پوه، څوك دي؟
د ۲۰۰۵م كال د مارچ ۲۰مه نيټه، د روسيې د مشر افغان پوه، پروفيسور دوكتور كنستانتين الكساندروويچ ليبيديف د زوكړي، د ۸۵ كليزي سره برابره ده. خو سږ كال د مارچ ۲۰مه نيټه د يك شنبي ورځ وه، او دا ورځ په مسكو كې د اوونۍ د پاي د رسمي رخصتي ورځ وي. نو ځكه، د هغه دزوكړي د ۸۵مي كليزي په وياړ، د هغه شاګردانو، دوستانو او نورو مينه والو د مارچ په ۲۱مه نيټه د مازيګر له خوا د مسكو د دولتي پوهنتون د آسيايي او افريقايي هيوادونو په انستيتوت كې غونډه جوړه كړي وه.
پروفيسور دوكتور كنستانتين الكساندروويچ ليبيديف، د ۱۹۲۰م كال د مارچ په ۲۰مه د مسكو د «کولومنا» د سيمي په يوي دولتي ماموري كورنۍ كې زيږيدلي دي. په ۱۹۳۸م كال كې يې منځنۍ زده كړي پاي ته ورسولي او د بيا د مسكو د خيتځ پوهني په انستيتوت كې داخل شو او په ۱۹۴۲م كال كې له دغه انستيتوت نه فارغ شو. پښتو يې په همدي انستيتوت كې زده كړه او په ۱۹۴۳م كال كې په همدغه انستيتوت كې د پښتو ښوونكي شو. هغه، له هماغه وخته بيا تر اوسه پوري د مسكو د دولتي پوهنتون د مسكو د ختيځ پوهني انستيتوت، د مسكو د بين المللي اړيكو په دولتي انستيتوت كې د پښتو استاد، د پښتو څانګې د مشر او د ايراني ژبو د څانګې د مشر په توګه كارونه كړي دي.
د كار په دوران كې يې د فلالوژي علومو د كانديد او د فلالوژې علومو د دوكتورا تحصيلي درجې هم تر لاسه كړي او د دواړو درجو د ګټلو لپاره يې د پښتو ژبي او ګرامر پر موضوعاتو دوه پنډ كتابونه ليكلي دي او په علمي محافلو كې يې تري دفاع كړي ده. له دي بر سيره، هغه د پروفيسور علمي درجې ته هم رسيدلي دي.
پروفيسور ليبيديف، د تدريس تر څنګه، د پښتو ژبي او ادبياتو او د پښتنو د فرهنګ په باب كتابونه، رسالي او مقالي ليكلي دي، چې د ټولو شميره يې تر ۱۱۰ اثارو اوړي. د هغه لومړنې ليكلي اثر چې په كتابي بڼه خپور شوي دي، د پښتو ژبي ګرامر دي، چې په ۱۹۴۵م كال د مسكو د ختيځ پوهني د انستيتوت له خوا خپور شوي او چاپي نسخه يې ۱۸۱ مخونه لري. تر دي وروسته چې ده كوم كارونه كړي دي، هغه په لاندي ډول يادولاي شو:
١ درسي اثار :
د پښتو ژبي د زده كړي لپاره ليكل شوي او ترتيب شوي آثار: دا آثار د مسكو د هغو تحصيلي موسسو له خوا چاپ شوي دي، چې پښتو پكې تدريس كيږي. ده د ځينو داسي آثارو په ليكلو او ترتيب كې هم برخه اخيستي ده، چې پښتانه تري روسي ژبه زده كړي.
٢ د پښتو ژبي په باب علمي څېړني :
استاد د پښتو ژبي د ګرامر او نورو ژبنيو مسايلو په باب هم پريمانه آثار ليكلي دي. تر كومه ځايه چې له تبصرو ښكاري، د ده دغه برخه آثار د نوي ژبپوهني له اساساتو او د نويو څيړنو له موازينو سره برابر ليكل شوي دي.
٣ قاموسونه :
ده د نورو په ملګرتيا، واړه جيبي، درسي، واړه او پنډ روسي-پښتو او پښتو- روسي قاموسونه هم ليكلي دي او كار يې په دي برخه كې د ډير درناوي وړ دي.
٤ ژباړې :
ده د پښتو د شفاهي ادبياتو (نكلونه، وړي كيسي، لنډۍ، متلونه)، د پښتو زړو ادبياتو او د پښتو د معاصرو ادبياتو منظومي او منثوري نموني، او همدارنګه، د نور محمد تره كې د ځينو لنډو كيسو او ناولونو په شمول له پښتو نه په روسي ژبه ترجمه كړي دي.
٥ دشفاهي ادبياتو په برخه کي :
د پښتو د شفاهي ادبياتو او ليكلو ادبياتو په باب څيړني او ليكني چې په عام ډول د مقالو او د ځينو آثارو د مقدمو په بڼه چاپ شو دي.
۶.د پښتنو د فرهنګ او تاريخ په باب مقالي او رسالي:
د افغانستان او پښتنو په باب وروستي رساله يې په ۱۹۹۷م كال كي چاپ شوي ده.
",د روسيې مشر افغان پوه ( ٨٥ )کلن شو
2298,,"
",
2299,,"
",
2300,,"
١٠ د وري ١٣٨٤
کاناډا د افغانستان سره د بيا رغونې په برخه کې د ٢٨ مليونو ډالرو مرسته وکړه.
د دغو مرستو تړون د چارشنبې په ورځ د افغانستان د ماليې د وزير ډاکټر انورالحق احدي او په کابل کې د کاناډا سفېر کرستوفر الکزاندر تر منځ لاس ليک شو.
ښاغلي احدي د دغه تړون د لاسليک کولو پر مهال زياته کړه چې تېره ورځ هم د کاناډا هېواد د افغانستان د کلود بيا جوړولواو پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرامونو سره د ١٣ مليونو امريکايې ډالرو مرسته کړي ده. ",کاناډا د افغانستان سره مالي مرسته وکړه
2301,,"
١٠ د وري ١٣٨٤
ټاکل شوې ده چې د ولسمشر بوش مېرمن لارا بوش نن له افغانستان نه لېدنه پېل کړی.
د امنيتي دلايلو له مخې دغه سفر له مخکېنه نه و اعلان شوي. مېرمن بوش به د خپل سفرپه ترڅ کې د هغو مېرمنو سره وګوری چې په راتلونکي کې به ښوونکي وټاکلي شي او هم به د هغو مېرمنو سره لېدنې کتنې ولري چې په لاسي صنايعو کې کار کوي.
مېرمن بوش پلان لري چې د ولسمشر کرزي سره ملاقات وکړي او هم به دهغو امريکاي ځواکونو سره د ماښام ډوډۍ وخوري چې د بګرام په هوايې اډې کې ځاي په ځاي دي.
",مېرمن بوش افغانستان ته په سفر تللې
2302,حنان حبيبزی - مزار شريف,"
حنان حبيبزی - مزارشريف
سپوږمۍ يوه ورځ راته وويل چې د مېنې له لاسه چې دومره ځوريږې ولې يې نه پريږدې ؟
ما په ځواب كې ورته وويل :
سپوږمۍ !
ته به كله دې ته حاضره شې چې اسمان پريږدې ؟
(One night the moon said to me, if love makes you Cry, Why Don’t you leave your lover?
I looked back at the moon and said, Moon! Would you ever leave your Sky?)
دا پورتنۍ انګريزي جمله د دې ليكنې د سرليك مانا ده
ايا كله به مو له چا اوريدلي وي چې مينه څه ته وايي ؟هو! ارومرو ځكه مينه خو د انسان په فطرت كې ده او هر انسان د مينې لپاره نړۍ ته سترګې پرانزي هغه انسانان چې د مينې ډك چاپيريال په خپلو كې غوره كوي دې كې شك نشته چې هغوى به د برياليتوب راز ارومرو موندلى وي خو له مينې څخه بيا تعبيرونه هر څوك ډول ډول كوي پوهانوهم مينه په خپل وار په بيلا بيلو ډولونو ارزولي او تعريفونه يې كړي دي خو دا چې سړى وايي له هر څه سره مينه وكړئ نو هر څه به درته اسان شي خو ځنې پوهانو يې په غبرګون كې د ا څرګندونې كړي دي ،لكه وايي چې مينه داسې يو خوږ احساس دى چې نه يې تفصير او تعريف شته او نه يې په كې د ښكيلېدو لامل موندل كيږي .
انسانان زړونه ساتي او زړه مينه ساتي . لكه په دې لنډۍ كې چې يې بيلګه راغلې ده ،
راځه د زړونو جواري كړو يا به زړه بايلې يا به زړه بايلم مينه
په بل ځاى كې د مينې نرى احساس په يوه لنډۍ كې داسې انځور دى
جانان زما لكه ماشوم دى ما ته په يو خبره سل قسمه خورينه
داسې ډيرې بيلګې خو زه وايم مينه تعريف نه لري ، مينه احساسيږي خو په سترګو ليدل كيږي نه
ډير ځلې داسې پيښيږي چې يو څوك سړي ته ډير ګران وي نو كله چې له هغه بيل شې نو سترګو ته دې نيغ ولاړ وي دا په اصل كې د هغه چا انځور وي چې په تا ډير ګران دى له هغه سره ستا مينه هغه تا ته د
سترګو په وړاندې و دروي او ته يې داسې احساسوې لكه مخامخ چې در سره ناست وي .زه نه پوهيږم چې زما له دې خبرو سره به تاسو څومره هم غاړي ياست خو دا د مينې په اړه زما ځانګړى نظر دى .
ما ته يو وخت مينه لكه د سهار وږمه بريښيدله چې هر وخت د سړي په سوږموبه يې عطرين بوى راننويست ، لا هم زه په دغه خبره ولاړ يمه . خو دلته د يوې بيلګې په توګه د د يوداس په نامه د هندي فلم په داستان کې د هلك هغه خبرې را اخلمه چې هغه يې له داسې يو چا سره شريكوي چې هيڅكله يې هم دا فكر نه كاوو چې برخليك به يې تر هغې ورسوي ، دا يوه نڅاګره وي چې په شرابخونه او نڅاځي كې د فلم هلك ورسره ويني او د نڅاګرې زړه د هلك په حال سوزي او بيا دواړو ته دا لاره اواريږي چې يو بل سره خبرې وكړي . دا هلك چې د پارو په نامه د يو نجلۍ په مينه كې ليونى وي وايي ( بابو جي نې كها ګهر چوړ دو ،ماٰ نې كها پارو چوړدو، پارو نې كها شراب چوړدو ،ليكن تم سې كېس نې كها كه مجهې چوړدو ) .په دې خبرو اترو كې ټول د مينې وېېونه ( الفاظ ) نغښتي دي ، تاسو وګورئ چې د فلم هلك په خپل رول كې دومره شيانو سره مينه كوي چې له هر څه يې منعه كوي ، د پلار په خبره له كوره وځي ، د مور په خبره خپله مينه ( پارو په نامه نجلۍ ) پريږدي ،د پارو په غوښتنه شراب پريږدي خو يوې وروستۍ مينې هغې نڅاګرې نجلۍ ته ځارۍ كوي چې ته مې څه له پريږدې!،خو وروسته د فلم داستان بلې خوا ځيي او هلك بيا د پارو په مينه كې مري خو دلته يې زما موخه هغه څو ټكي وو چې د مينه ناك احساس سره يې هلك په اوښلنو سترګو هغې نڅاګرې ته وايي او له هغې سره د زړه خواله كوي .
هلك له ټولو سره مينې دې ته اړ كړ چې په پرله پـسې توګه يو بل پريږدي خو مينه دى هم دې ته اړباسي چې يو چا ته ووايي چې ته مې ولې پريږدې .....
كه دې خبرو ته وګورو مينه له هر چا سره ځان ځان ته وي ، له پلار سره مينه يو ډول ده ، له مور سره بل ډول ده او له ملګرو سره بل ډول او له هغه چا سره چې له عاطفې ډك زړه وي هغه بيا د هغه چا سره چې د زړه له تله يې غواړي بل ډول مينه كوي چې پوله يې د ديوداس په څير د ليونتوب او مرګ لامل هم ګرځي لكه مجنون چې يې د ليلا په مينه كې سارايي كړ ، لكه فرهاد چې يې د شيرينۍ په مينه د غره سوري كولو او يا له منځه وړلو ته اړويست ،
دا مينه هغه ده چې انسان يې د خپل راتلونكي ژوندد خوښۍ لپاره كوي خو دا هم د انسان په اختيار كې نه وي لكه وايي چې ( خوب بالښت نه غواړي او مينه ښايست ) زه نه پوهيږم چې دا خبره تر كوم ځايه رښتيا ده خو دا يو رښتنې خبره هم ده ، په ډيرو ځايونو كې داسې زلمي ليدل شوي چې په مينه ( نجلۍ )كې يې ظاهري ښايست ډير كم وي خو هغه به په دې ځان وژني .او د خپل پلار و مور او نورو خواخوږو له هغو خبرو چې هغوى يې دغه مينه هغه ته وړ نه بولي هم پروا نه ساتي .كه څه هم انسانان په اصل كې ټول ښايسته دي او په نړۍ كې خداى پاك ورته اشرف المخلوقات ويلى دى چې په دې كې د انسانيت ټول اړخونه راځي ،خو بيا هم هر هلك او نجلى هڅه كوي چې تر ګردو ښايسته يې د ژوند ملګرى وي
او دهغوى په ګمان په كې هيڅ كمي نه وي خو يوبل څوك چې بيا د هغه ، مينه ( هغه نجلۍ ) وګوري ،بيا يي نه خوښيږي چې دا د انساني فطرت او طبعيت بيلا بيلې نښې نښانې دي .
خو يوه مينه د بازاري مينې په نامه نن سبا دود شوې ده ، دا داسې مينه وي چې هلك يا نجلۍ يې له څو تنو سره په يو وخت لري او هغوى ته په بيلا بيل ډول داسې ښيي چې څومره يې يو بل خوښيږي ،خو هغوى دواړو څو تنه نور هم تير ويستلي وي او له احساساتو سره يې لوبې كوي ځنې په دې چاره كې بې خبره وي او هغه داسې چې نجلۍ يا هلك ځان پر يو بل ټپوي يا تاوانوي ،
په دې لړ كې هلكان زياتره ګرم بولمه ځكه ډيرى ځوانان چې عاطفه نه لري په زړه كې يې احساس نه وي د خپلې ميرمنې په وړاندې په يو بله نجلۍ زړه بايلي چې هغه په داسې ډول تير باسي چې ګويا هلك لا په اصطلاح مجرد دى ،خو بد مرغه نجلۍ له دې خبره نه وي چې دا هلك د يوې ميرمنې خاوند دى اوڅو بچيان هم لري اصل كې هلك ددې له ادا ګانو او ښاري ډول څخه متاثره شوى وي خو نجلۍ فكر كوي چې دا هلك په رښتني مانا ورسره مينه لري نو ځكه نجلۍ د شيخ علي الطنطاوي په خبره چې د اسلامي نړۍ يو ستر پوهه دى همدلته هرڅه بايلي او ځان د هغه له لمنې ځاروي ، دا شوې د ښاري مينو بيلګې.خو اصلي خبره د هغه د سړي ځواب دى چې سپوږمۍ ته وايي چې ددې ليكنې سرليك ترې جوړ دى ، ځكه له هر چا سره د مينې تعبير هم بيلابيل وي .نو دې سړي هم د خپلې مينې لپاره سپوږمۍ ته وويل ايا ته به له خپل اسمان څخه بيله شي كنه ؟، د انسان فطرت دا نه مني چې يو څوك دې ډير خوښيږي او مينه ورسره لرې او بيا يې پريږدې كه دا هر څه وي ، مينه يواځې دا نه ده چې د هلك او نجلۍ پورې يې رالنډه كړو ، مينه بيلا بيل اړخونه لري ، څوك به له كتاب سره مينه لري ، څوك به له ليكوالۍ سره مينه لري ،څوك به د خپل هنر سره مينه لري ، څوك به د كور له ټولو غړو ( پلار ، مور ، ورور، )او نورو سره مينه لري ، څوك به يې له ميرمنې سره او داسې نورې بيلګې .
خبره چې اوس د مينې راغله نو يو څه به بل هم درته روښانه كړم هغه دا چې ښځينه او نارينه د مينې په اړوند څه توپير لري ،د ښځې مغز له مينې ،عاطفې او له اړوند احساس څخه ډك دى ،ښځه د يو پرنګي ليكوال ( الن بارباراپيز ) په خبره كله چې د ګرمۍ احساس وكړي او د خلكو د پام لرنې وړ وګرځي فكر كوي چې ښايي ميېنه وي .
ښځې په ښه توګه كولى شي چې پوهه شي چې د مينې مهال كوم دى ، دا خبره ده چې په نړۍ كې د مينې زياتره اړيكي ښځې ماتوي .خو دغه ليكوال بيا د نارينه په اړه په دې باور دى چې ( هغه په بشپړ ډول نه پوهيږي چې مينه څه ده او زياتره پر شهواني ځواك ،هوا او هوس تير وځي )خو نارينه له ځان سره يو كلك هوډ او احساس لري هغه د ادى چې هيڅكله نه غواړي چې يوه ښځه له لاسه وركړي چې ويلي شوو چې دا د مينې يو سپيڅلى ډول دى چې له نارينه سره وي .
",سپوږمۍ! ته به کله دې ته حاضره شې چي اسمان پرېږدې ؟
2303,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
ګوند، ګوندي جبهه، متحده جبهه
اوس چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې داسې د خوشالۍ موکه رامنځ ته شوي ده چې د افغانستان خلک کولی شي په قانوني توګه سیاسي ګوندونه جوړ کړي؛ ښه ده چې ددغه نوي دموکراتیک زېري هر کلی وکړو او خپلې خبرې په لنډ ډول وړاندې کړو :
په هر هیواد کې د سیاسي قانوني ګوندونو د بیدارۍ او هوښیارۍ برخه ډیره وتلي او اړینه ده . په هره ټولنه کې سیاسي او ټولنیزه هوښیاري داسې هڅونې رامنځ ته کوي چې خلک سیاسي او ټولنیز غورځنګونه جوړ او له دې لارې خپل هیواد ته ډول، ډول ګټور خدمتونه تر سره کړي . ځکه چې سیاسي او ټولنیز غِورځنګونه په دموکراتیکه ټولنه او د ولسواکۍ په نظام کې منځ ته راځي، ټېنګښت مومي او پراختیا کوي .
اوس چې زموږ ګران هیواد افغانستان د ولسواکۍ په لاره روان شوی دی او ځنې وړ دموکراتیکي پېښې لکه د مطبوعاتو ازادي، د وینا ازادي، دسیاسي ګوندونو ازادي او نورې ازادۍ رامنځ ته شوي دي، د ټولو پوه او وطنپالو هیوادوالو دنده ده چې ددغه دموکراتیکو لارو چاروکلک ملاتړ وکړي تر څو دغه کړنلاره لا پسې وغزیږي او تلپاتې شي .
څوک چې قانوني سیاسي ګوندونه او ټولنیز غِورځنګونه جوړ وي په حقیقت کې خپله دموکراتیکه، ملي او وطنپاله دنده تر سره کوي او د افغانستان دولت اړوند څانګو ته په کار ده چې له دوی سره په دې سپیڅلي لاره کې د زړه له کومې قانوني مرستې وکړي او پرېږدي چې سیاسي ګوندونه او ټولنیز غورځنګونه په خپل منځ کې ګران هیواد افغانستان ته په خدمت کولو، د ولسواک نظام، قانونیت او ملي حاکمیت په ټېنګولو او ساتلو کې سره سیالي وکړي او په دې سیالۍ کې د خدمتونو د څرنګوالي او څومره والي له مخې خپل ځانونه سره پر تله کړي او د ناوړه لارو چارو مخنیوی وکړي .
هغه سیاسي ګوندونه چې په خپل هیواد کې ځانونه د ولسواک نظام پلوي بولي باید په عمل کې هم دموکرات وي ( کوم چې په افغانستان کې ډیر لږ دي .) همدارنګه اساسنامه او کړنلاره یې هم باید د ولسواکۍ په اصولو ولاړه وي او ټول ګوندي مقامونه له ښکته څخه تر پورته پورې د ټاکنې له لارې وي او د اساسنامې له حکم سره سم باید په خپل مهال پټې او سیده ټاکنې تر سره شي تر څو په دې ډول سیاسي ګوندونه د ولسواکۍ بیلګه شي .
په افغانستان کې اوږدو جنګونو،غمیزو او بربادیو ټول خلک په تېره خو روڼاندي دومره زیات په ولسواکۍ باندې میني او مخ مچي ته هڅولي دي چې هره ستره او کوچنۍ ډله خپرونه را باسي او ګوند جوړوي . پداسې حال کې چې ډیرې دغه ډلې له یوه بل سره د نظر یووالی لري او کولای شي چې د څو خپرونو په ځای يوه خپرونه او د څو ګوندونو په ځای یو ګوند جوړ کړي خو دا خبره په یوه بل پسې دناوړه پروپاګنډونواو نصیحت له لارې نه شي اواریدای . ددې خبرې د اوارۍ لاره عمل دی . پرېږده چې ټول په عمل کې دې نتیجې ته ورسیږي چې له ډلو، ډلبازیو او تیت پراکتوب څخه یو لاس کیدل او یووالی ګټور دی . داځکه کیدای شي چې د ګوند، ګوندي جبهې او متحدې جبهې په هکله خبرې وکړو .
",څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٧ مه برخه )
2304,ن - اکيس - کابل,"
ن – اکيس ، کابل
څوکالونه وړاندې کله چې دجهادي تنظيمونو له خواکلي په کلي کې پا چايانې جوړې وې ، اودغلطو رهبريو له امله يو ديوبل وينو ته تږى ګرځېده ، زمونږ په ولايت کې هم همدا حال و .
زمونږ دکورونو مخ ته دتوتانو شنې ونې ولاړ ې وې ، لاندې يې پسته شګه چې تل به پرې نابللي وسلوال ميلمانه ناست ووغوړېدلې وه .
هغه ورځ راته داسې ياده ده لکه همدا پرون چې تېره شوي وي ، ديوقوماندان وسلوالو کسانو په توشکو ډډې وهلې وې اود غريبو کليوالو په ډوډۍ يې لکه دغنيمت مال شخو ند واهه . يو نا څاپه قو ماندان له کلاشينکوف سره پورته شو، دټيټ ديواله شاته چې مخکې وړه لاره تېره وه ودريد ، شيبه وروسته يو بل قو ماندان چې درې څلورتنه وسلوال ورسره و ښکاره شو ، لو مړني قو ماندان يو نا څاپه دهغه پر او ږه ټوپک کيښود او دکلاشينکوف له خولې لمبه ووته .
قو ماندان تک ژيړ شو چې شاته يې وکتل ټکنى شو خو کله چې يې په ديره کې نا ست دخپل سيال وسلوال وليدل چپه خوله بېرته روان شو .
قو ماندان نه دډز کولوپه اړه پو ِښتنه وشوه ، هغه په خندا وويل : داسې مې وډار کړ چې په عمر کې به راته پورته ونه ګوري .
که څه هم حامد کرزي ته له پنځو ميليونو زياتو هغوهېواد والو چې لا دده ورته ذره قدرې خير هم نه دى رسيدلى رايې ورکړې ، دواک پر ګدۍ يې کينو او په دې تو ګه يې ترشاه ودرېدل خو دکرزي په غوږونوکې جنګ سالارانو داسې ډز کړى چې اوس هم ددومره هيوادوالو او بهرنيانو له ټينګ ملاتړ سره څو تنو ته پورته نه شي کتى .
خبره رانه او ږده شوه ، مطلب مې له دې او ږدې کيسې دملي سرود مسله وه .
ملي سرود د ١٣٨٢ کال دلويې جرګې له ناندريزو مسلو څخه و ، ډيرى کسانو چې ځانونه يې دخپلو خلکواستازي ګڼل داسلام او اخوت له چيغو وهلو سره دې ته حا ضر نه وو چې، هغه دى په پښتو ژبه وي .
ډېرو جهادي مشرانو چې غوښتل يې او غواړي خپل جنايتونه او له اسلام نه ناوړه استفادې پټې کړي ملي سرود ته يې بله بڼه ورکړه ، دالله اکبر سپيڅلې کلمه چې دوى دخپلو ور وڼو او وطن ويجاړولو کې له خولو راو يستله په ملي سرود کې په ځاى پر ځاى کولو ټينګار درلود .
چا خو بيا دمقاومت کلمې ( چې په نتيجه کې يې په زرګونو هيوادوال مړه ، ټپيان او بې پته شول او هېواد په کنډوالو بدل شو ) په ملي سرود کې ننه ويستل غو ښتل .
په هرصورت حق حقدارو ته ځي ، ملي سرود په پښتو ژبه ، دالله اکبر دسپيڅلې کلمې په زياتولواو دقو مونو په يادولو ومنل شو .
که څه هم په اساسي قانون کې دافغان کلمه په ټولو وطنوالو اطلاق کيږي خو لکه دحفيظ منصور په څېر پردي او پلورل شوي کسان چې له افغان کلمې سره يې حساسيت درلود ، په ملي سرود کې يو بل بيرو بار جوړ کړ او دقو مونو نومونه هم په کې ځاى پرځاى شو ل .
ملي سرود ته غو نډه جوړه شوه ، داستاد حبيب الله رفيع شعر دداودخان دجمهوريت دملي سرود په پيروى چې لو مړى بند يې هماغه دمرحوم عبدالروف بينواو، نوى ملي سرود ته غوره او له اساسي قانون سره سم درايو په اتفاق جوړ شو .
شعر کميسيون پاس او کرزى ته واستول شو، دغه را ز دنوموړي کميسيون دغړو پر وينا شعر دکمپوز له پاره باندې هم وليږل شو او وروسته له څو مياشتو ورته نږدې شل کمپوزونه جوړ شول .
خويو شمېر جهادي رهبران چې تل يې په خړو اوبو کې ماهيان نيولي او نيسي يې يو ځل بيا لکه مچۍ راوکټېدل اوله (ملي ) کېدو سره يې بيا خپل مخالفت وښود .
يوازي څو هغه کسان چې دسياليو په اورونو کې له ٦٠ زرو ډېر کابل ښاريان ووژل شول او کابل ونړېد ، يو ځل بيا يې سرونه راهسک کړل او ملي سرود يې شاته وغورځاوه .
رباني يو ځل بيا په ملي سرودکې له څو مياشتو وروسته دمقاومت دکلمې دځاى پرځاى کولو ټينګار کړى او دکميسيون دومره کړې خواري يې په او بو لا هو کړې دي
دحيرانتيا خبره داده چې تراوسه درباني ملي سرود چې نه کميسيون تايد کړى او نه له اساسي قانون سره برابر دى په ښه درز غږيږي .
کرزي چې په غوږونو کې تراوسه هم دهماغه ډز انګازې دي ، په پوره پوره سپين سترګي توب دغه سرود رد کړى او دبل سرود دجوړولو غوښتنه يې کړې ده .
کرزي په دې اړه ويلي چې ، بيا بيا شعر وکتل شو نونيمګړتياوې په کې وې ، ديوداسې هېواد چې ټول له نيمګړتياو ډک دى ، ولسمشرته چې له دوه مياشتو وروسته نيمګړتيا ښکاري ،دهغه ملت دې الله مل شي .
. ",د کرزي په غوږ کي ډز شوی
2305,بـــــــــــــــــــابـــــــــــوزی -,"
د بابوزي په قلم
زمادي توکل پر خدای ( ج ) وي ، د زياتو کلتوري ، سياسي ، اقتصادي ، ديني او ... مشاورينو له لاسه چي هر څه راپېښ شول منم يې خو ، د افغانستان ولسمشر جلالتماب ښاغلي کرزي صاحب ته د مشاورينو په غلا او په پټه د يوي مشورې تکل کوم . د دې پټي مشوري تر رسولو وروسته که مشوره ومنل شوه خوشالي به مي زياته او سرلوړی به شم او که خدای مه کړه ونه منل شوه بس بيا به همدا وايم چي و ماعلينا اللبلاغ .
د هيواد داولس په مخامخ رايو ټاکل شوې د افغانستان ښاغلی اولسمشره !
د اساسي قانون د لويې جرګي له وخته تر اوسه کال يونيم ، تير شو ،لا تر اوسه ملي ترانه وړاندي نه شول ، په داسي حال کي چي د همدي مودې په ترځ کي د پنځه سوه څخه تر شپږسوه پوري پښتو کتابونوخپاره شول . د دې خپاره شويو کتابونو له جملې تر درې سوه زيات يې د پښتو شعري ډالۍ او ټولګي وې . د دې سره يوځاي پښتنو شاعرانو خپل بيلا بيل شعرونه د ملي سرود د ځنډمن اعلان وروسته ټاکلي جرګه ګۍ ته وسپارل او بيا له هغو څخه غوراوی وشو او په پای کي د منظورۍ لپاره يو شعر وړاندي شو او بيا داسي خبرونه هم خپاره شول چي هغه شعر ومنل شو .
د ډير انتظار وروسته مو بيا واوريدل چي دا شعر هم د ملي سرود لپاره وړ نه دی بايد تر دې ښه شعر وپنځول شي . خو زما ګمان دادی چي لا تر اوسه هغه شاعر نه دی زيږيدلی چي ستاسو د مشاورينو د طبعي سره سم شعر وپنځوي او يا هم ښايې تر قيامته به هم داسي شاعر پيدا نه شي چي ستاسو د مشاورينو په زړه ( پښتو ) شعر ووايې او بيا دي د ښاغلو مشاورينو له لوري په ورين تندي ومنل شي .
ښاغلې ولسمشره ! دا ټولي خبري مي ځکه را يادي کړې چي تاسو ته د خپلي پټي مشوري تکل پر ځاي وښيم . خبره مي رالنډوم او په پټه تاسو ته په غوږ کي وايم چي : (( د يوه داسي فرمان د خپريدو وخت دی چي د ملي سرود لپاره د ښه شعر تر پنځولو ، همدا وړاندي شوی شعر د موقت ملي سرود په دريځ کي ومنل شي او په دې ترتيب به تاسو د يوې خوا د اساسي قانون حکم پلی کړی وي او له بله پلوه به د ملي سرود په نوم پر ټول هيواديوه ګوند تپل شوي غزلي څخه ، هيواد اولس ژغورلۍ وي .
",د هيواد ښاغلي ولسمشر ته پټه ،خويوه ګړندۍ مشوره
2306,,"
",
2307,,"
١١ د وري ١٣٨٤
د کندهار او هرات تر منځ د لوې لارې د بيا رغونې کار نن د ولسمشر حامد کرزي له خوا پرانېستل شوه.
ددغې لارې د بيا رغونې کار د امريکا د متحده ايالاتو او سعودي عربستان په مرسته تر سره کيږي.
د خبري سرچېنو په وينا دغه لاربه چې اوه سوه پنځوس کلومتره اوږدوالې لري ، د افغانستان د لويديځ او مرکز تر منځ د واټن په کمولو کې ډيره مرسته وکړي. ",د کندهار-هرات د لوې لارې بيارغونه پېل شوه
2308,,"
د ١٣٨٤ د وري ١١
کابل : په پاکستان کې ورځپاڼه ليکونکو د فدرالي حکومت يو سند افشا کړی چې پکې د څلورو سرو ايالتونو د امنيت ارګانونو ته د افغان روزل شويو جاسوسانو له ورتګه خبرتيا ورکړه شوې ده .
پاکستاني ورځپاڼه ليکونکي وايي چې له اسلام اباد څخه په ليږل شوي دغۀ ليک کې ويل شوي چې په کابل کې د اسراييلو او هند له لورې يو شمير افغانان روزل شوي چې په پاکستان او ايران کې د هستوي اسانتياو په باب معلومات ټول کړي .
پاکستان دعوه کوي چې په همدې نيت په دې وروستيو کې ٢٥ تنه افغانان د ډيورنډ له کرښې وراوښتي دي .
په کابل کې ځينو تحليلګرانو د پاکستاني ورځپاڼه ليکونکو له لورې د خبر دغه افشا کول د شک په سترګه ليدلي او وايي دا ناممکنه ده چې د پاکستان د حکومت له لورې پټ رازونه دې داسې څرګند شي .
دغه تحليلګران وايي دا ښايي په اسلام اباد کې د ځينو کړيو هغه هڅه وي چې افغانان د خپل حکومت په وړاندې بې باوره کول غواړي .
دغو تحليلګرانو دا هم رد کړه چې ګواکې د اسراييلو د استخباراتو يا موساد له لورې دې په کابل کې دومره فعاليت روان وي چې کسان وروزي .
افغانان ښايي د دې خبر له خپراوي وروسته بيا دا ويره پيدا کړي چې پاکستاني امنيتي مقامات به اوس په همدې پلمه عادي افغانان ځوروي .
",پاکستان له روزل شويو افغان جاسوسانو ويره لري
2309,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
",څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٤٠مه برخه )
2310,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
ملي پيوستون
په ټوله نړۍ کې به یو، نیم هیواد پیدا شي یا ښایې هېڅ پیدا نه شي چې په هغه کې ډول ،ډول قومونه، توکمونه، ژبې، مذهبونه او فرهنګونه؛ نه وي . که داسې هیواد پیدا هم شي بیا به هم سیمه ییز توپیر پکې موجود وي لکه شمال او سهیل .ختیځ اولویدیځ. مرکز او سیمه، ښار او کلی .
په ټولنه کې دغه توپیرونه اوډولونه کله،کله د تاریخ په اوږدو کې د کشالو، بې اتفاقیواو ټکرونو سبب کیږي اوکله، کله ددغو ټکرونو لمن د خونړیوجنګونو او غمیزوتر ټکه پلنه شوي ده. داځکه ټولنپوهانو اوټولنیزومنځګړوهمیشه د تاریخ په اوږدوکې ددغه ستونزود اوارولولپاره خپل اندونه اونظرونه وړاندې کړي دي چې دهغه پربنسټ په هیواد اونړیواله ټولنه کې ملي اوبشري پیوستون ټېنګ شي.
بالاخره نړیوالې بشري ټولنې دغه تاریخي لاس ته راوړنې دبشرې حقونوپه نړیواله اعلامیه،د نړیوال سازمان په منشور او په ملګرو ملتونو کې رالنډې کړي . همد ا رنګه یې دوه ګوني او څو ګوني نړیوال تړونونه رامنځ ته کړل چې د افغانستان په ګډون د ملګرو ملتونو ټولو غړیو هیوادونو دغه باوري لاسوندونه لاسلیک کړي او د عملي کولو ژمنه یې ورکړي ده .تر څو ددغو لاسوندونود ارزښتونو په سیورې کې ټول بشر د یوه بل تر څنګ سوله ییز ژوند وکړي او د نړیوالو هیوادونو تر منځ نړیوالې اړیکې او سوله ټېنګه کړي .
له دغه لنډې یادونې مو مطلب داد چې موږ د ډیرو قومونو په درلودونکي افغانستان کې څرنګه ملي پیوستون ټېنګولای شو ؟
ښکاره ده چې دغه لوړ او ملي هدفونه هغه مهال تر لاسه کیږي چې موږ ټول د ملي ګټوپه ارزښتونو پوه شو او ملاتړ یې وکړو . له دغو لوړو ارزښتونو څخه یو هم زموږ ګران هیواد افغانستان او افغانان دي . له دې کبله د ټولو افغانانو ملي دنده ده چې ددغه هیواد د خپلواکۍ، دخاورې بشپړتیا او ملي ګټو په کلکه ساتنه او ملاتړ وکړو. که څه هم ځنې د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي اوټولنیز عدالت په هکله سرټکونه کوي خوکه له هر یوه څخه پوښتنه وکړې چې د افغانستان لپاره څه غواړي ؟ وایې چې عدالت . اوس دا پوښتنه را ولاړیږي چې عدالت څرنګه رامنځ ته کیدای شي ؟
په یوه ټولنه کې د عدالت ټولیزمفهوم دعادلانه قوانینو جوړول اوتطبیقول او ددغه قوانینو پر بنسټ د سیاسي او اقتصادي نظام رامنځ ته کول او ټېنګول دي .
ښه نو عادلانه قوانین کوم دي ؟ عادلانه قوانین هغه قوانین دي چې د دموکراتیکو ارزښتونو درلودونکي وي . د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د افغانستان د خلکو د دیني او فرهنګي ارزښتونو ضمانت پکې شوی وي او ټول خلک له هېڅ ډول توپیر پرته د قانون په وړاندې یو ډول دندې او برابر حقونه ولري، خلک وتوانیږي چې په خپل هیواد کې د امنیت ټېنګولو،ملي ګټو د خوندي ساتلو او د قوانینو د تطبیقولو لپاره دولت وټاکي او دولت هم د خپلو کارونو په هکله خلکو ته ځواب ورکوونکی وي . یا په بله وینا په هیوادکې قانوني دولت رامنځ ته او د قانون حاکمیت ټینګ شي . د واکمنوپه ځای قانون حکومت وکړي او واکمن د قوانینو تطبیق کوونکي وي .
په ګډ مورني هیواد او په قانوني ارزښتونو برسېره د ملي پیوستون لپاره یوه بله وسیله هم شته چې هغه دیني او فرهنګي منل شوي ملي ارزښتونه دي لکه اخترونه،د لمانځلو وړ ورځې او ملي جشنونه .
ښکاره ده چې د ګډ مورني هیواد اود دیني او فرهنګي ارزښتونو په هکله مخالفت نه شته،په څه شي چې کشمکش وه اودی هغه دداسې سیاسي او اقتصادي نظام ټېنګول دي چې د قانون پر بنسټ ولاړ وي . دا هم ښکاره ده قانون داسې نه شي جوړیدای چې د ټولو خلکو او ډلو غوښتنې پکې نِغښتي وي خو قانون باید د ډیرو هیوادوالو د اصلي اوټولنیزو عادلانه غوښتنو ضمانت وکړي لکه د ټولو هیوادوالو د قانون په وړاندې برابر حقونه او دندې، د ټاکنې او کاندید کیدنې دموکراتیک حقونه . د نړۍ په هېڅ یوه هیوادکې په یوه وار بشپړاو له لږې نیمګړتیا پرته قوانین نه دي رامنځ ته شوي خو د تاریخي پرمختیا او تجربو په لړ کې یې ورو، ورو نیمګړتیاوې سمې شوي دي . دغه ډول هڅې هغه مهال ښې بریالۍ شوي دي چې په سوله ییز او قانوني ډول پیل شوي وي . په افغانستان کې هم که دغه ډول کړه وړه په نظر کې و نیول شي د افغانستان خلک کولای شي د ټولنیز عدالت او ملي پیوستون پرخوا ګام اوچت کړي . دلته به دا خبره یاده کړو چې په هغه پېښو او مسالو باندې ټینګار او تبلیغ کول او خپرونې چې د ټولو او یا ډیرو لپاره د منلو وړ نه وي او د هغو راپورته کول د ملي ګډوډۍ، ملي بې اتفاقۍ او ملي کرکې سبب ګرځي، ملي امنیت او ملي پیوستون ته زیان رسوي او ګران هیواد افغانستان د نه جبران کیدونکي او نه سمبالیدونکي غمیزې په لور بیایې؛ په کلکه ډډه وشي ځکه چې دا ډول لمسونې کله،کله د چارواکو له کنټرول څخه ووځي او په ډیره ستره ملي غمیزه بدلیږي لکه څنګه چې موږ په تېرو څو لسیزو کې ددغه رنګه غملړلوپېښو او په خپل لاس د ګران هیواد افغانستان د ړنګولو شاهدان یو .
لنډه دا چې د ملي پیوستون غوره او اصولي لاره د یوه ملي تړون منل دي او ملي تړون هم هماغه اساسي قانون دی . اساسي قانون داسې ملي تړون دی چې د هیواد ټولې ملي چارې د هغه پر بنسټ او ارزښتونو برابریږي او د ټول هیواد خلک دنده لري چې د اساسي قانون حکمونو ته غاړه کیږدي او د زړه له کومې یې درناوی وکړي . ښایې اساسي قانون دومره بشپړ نه وي چې وار د واره ټولې غوښتنې، ستونزې او بې عدالتۍ اوارې کړي خو دا په دې مانا نه ده چې له حکمونو او ارزښتونو یې سر غړونه وشي . کیدای شي چې د نیمګړتیاوو لرې کولو لپاره یې په سوله ییز، مسالمت امیز او قانوني ډول د هماغه اساسي قانون له لارې چې په خپله سینه کې یې دغه لاره پرانیستي ده هڅې او هاند وشي .
",څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٤١مه برخه )
2311,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
د جنګ معيوبان
یوازینی ناورین او بلا چې بشر لا تر اوسه نه دی توانیدلی له منګولو یې ځان وژغوري هغه جنګ او جګړه ده . جنګ بیلابیل لاملونه لري چې له هغو څخه د اقتصادي واک غزونې، ځان مننې، نوم ګټنې، ځواک ښکارونې، توکمیزو، ژبنیو او مذهبي مخالفتونو او د نه پوهاوي، د نه زغم اود نه سلا نومونه اخیستی شو .
لکه څنګه چې ویل کیږي د بشر په تاریخ کې یوازې څوارلس ورځې جنګ نه و. جنګ چې په هر ډول وي له ناورین او غمیزو څخه ډک وي . خو د ناورین او غمیزې اندازه یې، د وسلې په ډول او د ګډونکوونکوپه شمېر پورې تړلي ده . تر اوسه پورې بشریت په کورنیو او باندنیو جنګونو برسېره د دوو نړیوالو جنګونو لامل او شاهد دی . خو اوس چې بشر د ذروي او مکروبي وسلې په جوړولو بریالی شوی دی او د ټولوژنې له ډول، ډول وسلوڅخه یې ګدامونه ډک دي داسې خطرپیدا شوی دی چې که چیرې ذروي جنګ ونښلي دغه ښکلي نړۍ به چې د بشر ګډ کور دی پړمخې راواړوي او بشر به دداسې ستر ناورین سره مخامخ شي چې نه به ګټونکی پاتې شي او نه بایلونکی .
کیدای شي چې زموږ د ګران هیواد افغانستان تاریخ دجنګ تاریخ وبولو. دغه غم ګالونکي او کړیدونکي خاوره د سولې له خوند څخه ډیره لږه برخمنه وه، وخت په وخت د هیواد غزونکویرغلګرو سړیخورود تېري لامله ددغه هیواد په خلکو باندې جنګ ورتپل شوی دی او توریالي خلک یې د خپلې خپلواکۍ، د خاورې بشپړتیا اود ملي حاکمیت د ساتلو لپاره جګړې ته مجبور کړي دي . ډیرځله د ښکیلاکګرو له ځغلولو وروسته او په زیاتو انساني، مادي او معنوي سرښندنو برسېره سمدستي او یا لږه موده وروسته د باندنیو لمسونو او غچ اخیستنو له امله په بیلو، بیلو ډولونو د ورانوونکي کورني جنګ په منګولو کې کېوتي دي او خپل هیواد یې په کنډوله بدل کړی دی چې په نتېجه کې هر ځل ددغه هیواد غیرتي او زیارکښو خلکو بیا هم هر څه له سره پیل کړي دي .
د وروستیوڅو لسیزو اوږدوجنګونو چې له بده مرغه لا تر اوسه په بیلابیلوډولونو دوام لري یو له ډیرو غملړلو، ویرجنو او ورانوونکو جنګونو څخه وو چې څه ناڅه په دوه نیمو ملیونو ځاني زیان او ړنګو ویجاړو برسېره یې په لسګونو زره د جنګ عیبجن (معیوبین) پر ځای پریښوول . همدا اوس ځنې عیبجن کسان پداسې ناوړه او بدمرغه حالت کې دي چې خپل مرګ ته راضي دي . خو له بده مرغه کله، کله برخلیک انسان د مرګ له خوند څخه هم بې برخې کوي . څښتن تعالی دې څوک د افغانستان غوندې په غریبو هیوادونوکې نه معیوبوي ځکه چې پداسې هیوادونو کې عیبجن کسان له رواني او بدني پلوه ډیر سخت ځوریږي او له ډیرو ستونزو او سپکوسپوروسره مخامخ دي . پداسې حال کې چې په بډایواوپرمختللیو هیوادونو کې؛ چیرته چې د بشري حقونو درنښت کیږي له ډیروغوره توبونو او درناوي څخه برخمن دي په تېره خوپداسې ټولنو کې د جنګ معیوبان له ډیرولوړو امتیازونو، زړه سوي او د ځانګړي مادي او معنوي پاملرنې څخه برخمن دي .
اوس چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له پاملرنې او مرستو څخه برخمن دی او د بیارغونې لپاره په ملیونونو ډالر را روان دي باید دولتي اړوند چارواکي، سیاسي ګوندونه، اجتماعي او د خیر ښېګنې ټولنې او ټول افغانان له معیوبانو سره د زړه له کومې مرسته وکړي او په دولتي بودجه کې د نړیوالو مرستو له لارې ښکاره برخه ورته وټاکل شي . دغه برخه به هغه مهال سمه او بشپړه وي چې دولتي چارواکي د عیبجنو کسانو داسې سر شمېرنه تر سره کړي چې په هغه کې د کچې له مخې په خپله معیوب او دده دکورنۍ ناتوان غړي لیکل شوي وي . په بودجه سربېره دې د مرستې صندوق هم ورته پرانیستل شي او ددغه صندوق لپاره دې له ټولو کورنیو او باندنیو زړه سواندوخلکو، د خیر او ښېګڼو له ټولنو، شرکتونو، کمپنیو او نورو څخه د بسپنې هیله وشي، په کابل کې دې اووه ورځې د عیبجنو د اوونۍپه نوم ددوی په ګټه فلمونه،کنسرټونه اوسپورټي لوبې ترسره شي همدارنګه دې په دې هکله له نړیوالو تجربو او په ځانګړي توګه د هغو هیوادونو له تجـــربو څخه ګټه واخیستل شي چې زموږ غوندې یې جنګو نه تېر کړي وي
یو بل اړین کار دادی چې له جنګ غزونکو او جنګ سالارانو څخه وسله ټوله او داسې لارې چارې ولټول شي چې جنګ په بشپړ ډول له منځه لاړ شي او نور معیوبان را ونه زیږوي .
",څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٤٢مه برخه )
2312,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
ښوونځی او ښوونکی
هر هیواد چې وغواړي د سولې، امنیت، پرمختیا او عدالت پر لار لاړ شي باید له وړکتون څخه نیولي تر پوهنتون پورې ښوونځي او ښوونکي ته ځانګړي پاملرنه وکړي او په ټولنیزه توګه د ښوونې او روزنې لارې چارې پیاوړي کړي .
د بشر تاریخي تجربې ددې رښتوني خبرې ویاندوی دي چې د هر هیواد ډیره ستره ارزښتناکه پانګه د هغه هیواد خلک دي .خو دغه ارزښتمنه پانګه هغه مهال غوره رول لوبولی شي چې اقتصادي، سیاسي،فرهنګي او ټولنیزه پوهه ولري . ښکاره ده چې د هر هیواد خلک هغه مهال له دغه ډول پوهې څخه برخمن کیدای شي چې لوړې زده کړې یې په نصیب شوي وي او لوړې زده کړې هم په ټولنیز ډول په ښوونه او روزنه پورې اړه لري .
د هر هیواد خلک چې ملي شعور ولري خپله زیاته پاملرنه ښوونځي، ښوونکي، پوهنې او روزنې ته ور اړوي او په دې پوهېږي چې ښوونځی او ښوونکی او ښوونه، روزنه د هر هیواد د ملي ژوند بنسټ جوړوي دا ځکه د پرمختیایې پلان د جوړولو پر مهال د ښوونې او روزنې غزونې، بشپړتیا او غښتلتوب ته زیاته پاملرنه کیږي او د لګښتونو ډیره برخه ښوونې او روزنې ته ورکول کیږي .
داسې هیوادونه شته چې د طبیعي سر چینواو زېرمو له کبله ډیر غریب دي خو د ژوندانه او پراختیا له مخې په ډیرو لوړو پوړیو کې دي دا ځکه چې دغه هیوادونه ډیر د لوړو زده کړو لوستي کسان او کارپوهان لري او د دوی دغه پوهه د لوړ ملي ژوند او د هر ډول پرمختیا جوړونکي ده چې کیدای شي په دې هکله د بیلګې په توګه د جاپان نوم واخلو .
زموږ د ګران هیواد افغانستان خلک د ډیرې لوړې هوښیارۍ او ذکاوت خاوندان دي؛ که چیرې د ښوونې او روزنې لاره ورته اواره شي او دهیواد د ټولو تعلیمي موسسو لپاره د لوړو زده کړو پوه او مسلکي ښوونکي وروزل شي باور دی چې ددغه هیواد ډیر زامن به په بیلا بیلو علومو کې داسې وتلي نووښتګر او نابغه ګان را ووځي چې ددوی د علم رڼا او کرونده به زموږ ګران هیواد افغانستان د ترقۍ او نیکمرغۍ په لاره روان کړي .
د ښوونې او روزنې د ارزښت په پوهیدو سره زموږ ملي ګټې حکم کوي چې د افغانستان دولت او خلک ډیره زیاته پاملرنه ښوونځي او ښوونکي او په ټولیزه توګه ښوونې او روزنې ته ور واړ وي . څومره به ښه وي چې ښوونکي او استادان د سوکاله ژوند خاوندا وي، له خپلې سپیڅلي دندې سره سم سر لوړی ژوند ولري او خپله ټولنه یې د زړه له کومې درناوی وکړي ، ښه ده د ښوونکو او استادانو تنخاوې داسې برابرې شي چې د کورنۍ په ګډون یې ټولې اړتیاوې پکې ترسره شي ، په ښه سیمه کې ښکلي کورونه ورته جوړ شي او بیه یې د اوږدې مودې په قسط ترې واخیستل شي، د دوی کورونه دې د ښکلا او سوترګۍ له پلوه یوه بیلګه وي تر څو نور د لوړو زده کړو لوستي کسان هم د معلمۍ او استادۍ دندې ته وهڅیږي . هر کال دې د ښوونکي ورځ په ډیروپرتمینومراسموسره ولمانځل شي. هڅه دې وشي چې په دغه ورځ د لوړو چارواکو او د زده کوونکو د کورنیو له خوا د سوغاتونو او ګلانو په ډالۍ کولو سره وهڅول شي، په ټولو خبري رسنیواو خپرونو کې دې د دغه ورځې مراسم خپره شي او تر راتلونکي کاله دې هره ورځ ددغه ورځې لنډې صحنې د تلویزیون پرمخ ښودل کیږي تر څو د ښوونکي او استاد نوم په رښتوني توګه خلکو ته ور وپېژني او د دوی په زړه کې د درناوي ځای پیدا کړي .
",څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٤٣مه برخه )
2313,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
اداره او پروګرام
انسان هغه مهال ښکاره بریاوو او لاس ته راوړونو ته رسیږي چې د ډسپلینو او انضباطو په ښېګڼو پوه او د خپل ژوندانه په چارو کې ترې ګټه واخلي .
انضباط او ډسپلین د پروګرام او کړنلارې په بدن کې رښتوني مانا پیدا کوي .که چیرې یو سړی په خپل ځانګړي او ټولنیز ژوند کې پروګرام او کړنلاره ولري او د سرته رسولولپاره یې کار وکړي باور دی چې ډیر څرګند بریالیتوبونه به تر لاسه کړي .د بیلګې په توګه یوه شپه او ورځ ۲۴ګړۍ ده که یو انسان ددغه ۲۴ ګړیو لپاره داسې مهال ویش (تقسیم اوقات) ولري چې ۸ ګړۍ دخوب، ۸ګړۍ دکار او۸ګړۍ د زده کړې، مطالعې او ساعت تېرۍ لپاره وټاکي او په وړ ډول یې سر ته ورسوي ؛ باور دی چې ښکاره مادي او معنوي لاس ته راوړنې به یې په برخه شي . همدارنګه که چیرې کورنۍ، ټولنیزې، سیاسي او فرهنګي ټولنې او دولتي موسسې دغه ډول پروګرام او کړنلاره ولري ارومرو به په خپلو اقتصادي، سیاسي،فرهنګي او ټولنیزو چاروکې زیاتې مادي او معنوي بریاوي تر لاسه کړي کوم چې دپرمختللیو او وروسته پاتې هیوادونوتر منځ دا توپېرهم دی چې د پرمختللیوهیوادونوخلک نه یوازې دکړنلارې او پروګرام په بدن کې د انضباطواو ډسپلینوپه ګټه پوه دي بلکې د ژوندپه ټولوچاروکې یې مهال ویش، کړنلارې اوډسپلینو په ماغزو کې ځای نیولی دی . هر یوله ځان سره یوه کتابچه لري چې د هرې ورځې، هرې اوونۍ، هرې میاشتې او په ځینو کې خو د هر کال مهال ویش هم لیکل شوی وي . که چیرې څوک د لیدو،کتوهیله ترې وکړي ترڅو یې دیادښت کتابچه نه وي کتلي تر هغې هېڅ ډول ژمنه نه کوي چې په دې ډول ټولې دولتي څانګې د کړنلارې، پروګرام او اداري ډسپلینو پر بنسټ پرمخ درومي .
هیله ده زموږ د ګران هیواد ټول خلک او ټولې دولتي څانګې ددغه کار په ارزښت پوه شي او په خپل ملي ژوند کې وړ ګټه ترې واخلي .
ښایې دلته سمدستي دا پوښتنه راپیدا شي چې د افغانستان ډیره کي وزګار خلک دغه رنګه مهال ویش ته څه اړتیا لري؟
لومړی دا چې که څوک لږ کار لري او یا ډیر د مهال ویش ، کړنلارې او د ډسپلینو فرهنګ زده کول او له دې لارې د خپلو کارونو په ټاکلي مهال سرته رسول له ګټې پرته بل هیڅ ډول زیان نه لري او له بلې خوا دا خبره ددې مانا نه لري چې ددغه ګټور کار لپاره دې تبلیغات ونه شي او له پامه دې وغورځول شي .
هیله ده دولتي څانګې، سیاسي ګوندونه او ټولنیز غورځنګونه ددغه ګټور فرهنګ په رامنځ ته کولو او رواجولو کې تر ټولو مخکښ وي؛ ترڅو له دې لارې هر څوک پوه شي چې څه کوي او په کومه لاره روان دي . په وروسته پاتې هیوادونو کې یوه ستره ستونزه دا هم ده چې نه توانیږي د نړیوالو ټولنو او د نړیوال بانک مرستې اوپورونه په خپل مهال تر لاسه کړي،همدغه د پلان، پروګرام،کړنلارې او د غوره ډسپلینو کمزورتیا ده چې نه شي کولای خپلې پروژې په ټاکلي مهال وړاندې او د پروژې جوړولو د میتود له لارې ورڅخه دفاع وکړي،کوم چې د بشرې پروژې له جوړولو او له هغه څخه په سمه توګه له دفاع کولو پرته دغه ژمنه شوي پیسې لاس ته نه شي راوړی . د پروژې او له هغه څخه دفاع کول هم اسان کار نه دی چې لومړی ددغه کار لپاره کارپوهانو او مسلکي تجربه لرونکو کسانو ته اړتیا ده؛ کوم چې زموږ ګران هیواد افغانستان ددغسې کسانو له کمښت سره مخامخ دی او بیا د پروژې په خپل وخت د پلي کولو پروګرام، اداره او ډسپلین دي .
همدارنګه د سیاسي ګوندونو لپاره هم ټاکلي کړنلاره، اداره او ډسپلین د سیاسي ژوند مالګه او اوبه دي . هر سیاسي ګوند چې وتوانیږي خپل بیلابیل هدفونه د پروګرام او غوره ډسپلینو له لارې پرمخ بوځي کولای شي چې په سیاسي سیالۍ کې بریاوې تر لاسه کړي او د واک پړاو ته ور نږدې شي . هر یو سیاسي ګوند چې دولت ته ورته وي، هغه مهال توانیږي خپل هدف ته ورسیږي چې د خلکو د ډیرو رایو تر لاسه کولو او واک ته د رسیدو لپاره لنډ مهالی او اوږد مهالی پروګرام ولري . بې له شکه چې په دې پروګرام کې په بیلابیلو څانګو کې د تکړه او د وتلو کدرونو روزل، د هر وزارت، هرې ولسوالۍ او هر ولایت د کارونو پېژندلو او زده ګړې لپاره د بیلوبیلو کمسیونونو جوړول، د خلکو اړتیاوې او ا روا پېژندنې، د لرې او نږدې سیالانو په نښه کول، د عمومي ټاکنو لپاره چمتوکیدل او د څرګند پروګرام جوړول، په دولتي څانګو او سیالو ګوندونو باندې روښانې، د پوهېدو وړ او زغردې نیوکې او داسې نور پروګرامونه اړین دي .
دا خبره تر لمر هم روښانه ده هر سیاسي ګوند چې د خپلې ټولنې د بشپړې پېژندنې پربنسټ پروګرام، کړنلاره او کلک ډسپلین ولري کیدای شي چې وړ بریاوې تر لاسه کړي .
د بشر تجربې ددغه رښتیا خبرې ښکارندوی دي چې هغه هیوادونه کولای شي د پرمختیا او مدنیت پړاونه په بریالیتوب سره ووهي چې خلک یې د پروګرام او ادارې په بدن کې د کلکو ډسپلینو لرونکي وي .
هیله ده د افغانستان خلک دغه د بشریت پخې تجربې په ښه ډول وپېژني او د هغه په رڼا کې خپل سوله ییز ژوند پیل او له دغه لارې څرګندې او ویاړلي بریاوې تر لاسه کړي .
",څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٤٤مه برخه )
2314,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ
ټوپکسالار
ټوپک سالارهغه چاته ویل کیږي چې د ټوپک په زور واک چلوي اوپه نوروباندې حکمراني کوي اود ټوپک له زور پرته د نورو هېڅ ډول قانوني، بشري، ولسي، مدني اوټولنیزوحقونواوارزښتونودرناوی نه کوي .دغه قانوني او بشري ارزښتونو ته نه درناوی هغه مهال ډیر زیانمن او ظالمنه کیږي چې دغه ټوپک سالار د یوې ډلې ټوپک سالارانو په ډله پورې و تړل شي .ټوپک سالاره ډله هم هغو کسانو ته ویل کیږي چې له قانوني اجازې پرته ټوپک ساتي او کاراوي یې . څرنګه چې د قانون پرخلاف له ټوپک څخه ناوړه ګټې اخلي له دې کبله یې ټوپک سالار بولي . ښکاره ده چې دا رنګه ټوپک سالاران د خپلو ځانګړو او ډله ییزو ګټو لپاره بې قانونه او بد اخلاقو کارونو ته لاس اچوي، هر ډول ظلم، ځناورتوب او بې عدالتي تر سره کوي او د هر رنګ بشري حقونو او انساني کرامت په وړاندې عمل کوي . لکه څنګه چې افغانستان همدا اوس د اساسي قانون، د ګوندونو قانون، د ټاکنو قانون او د نورو قوانینو په درلودلو برسیره ددغه ډول بې قانونه عملونو شاهد دی اود داسې کړو وړو له کبله یې ډیر پرمختیایې کارونه له خنډونو سره مخامخ دي او خلک یې د ټوپک سالارانو له لاسه ځورېږي .
په بله مانا ټوپک سالار یانې جنګ سالار. جنګ سالار یانې هغه کسان چې همېشه د جنګ طرفدار دي او غواړي چې ټولې پیچلي سیاسي او ټولنیزې ستونزې د جنګ له لارې اوارې کړي . پداسې حال کې چې د بشریت تاریخي تجربې ددغه حقیقت ښکارندوی دي چې سوله له جنګ څخه ډیره غښتلي ده او بالاخره د سولې ځواک د جنګ پر ځواک باندې بریالی کیږي . دا سوله ده چې هر چیرته پیچلي سیاسي او ټولنیزې کشالې او جنجالونه اوار وي ؛نه جنګ .
همدا اوس زموږ په ګران هیواد افغانستان کې دوې جبهې موجودې دي چې یوه د جنګ او بله د سولې جبهه ده. دجنګ جبهه د ډار، ځناورتوب او ځواک په ښکاره کولو سربېره د هرې ورځې په تېرېدو سره کمزوري کیږي او د سولې جبهه هره ورځ غښتلي کیږي .
څرنکه کولای شو چې د جنګ او سولې جبهې سره بیلې کړو ؟ او د پېژندلو معیار یې کوم دی ؟ ددغه پوښتنې ځواب ډیر اسان او روښان دی . هغه سیاسي او ټولنیزې ډلې چې خپلې چارې اوکړه وړه په سوله ییز ډول د اساسي قانون، د ګوندونو قانون، د ټاکنو قانون، د مطبوعاتو قانون اوله نورو قوانینو سره برابرې کوي او د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو ستونزو د اوارولو لپاره د قانون لاره غوره کوي، د خلکو د ازادو رایو درناوی کوي، دسولې او ولسواکۍ په جبهه کې درېږي او پلوي یې کوي د سولې او ولسواکۍ جبهه ده او هغه ډلې ټپلې چې د لوړو قانوني ارزښتونو پرخلاف د زور له لارې بې قانونه عمل کوي؛ دجنګ او زورواکۍ جبهه ده . یانې د پېژندګلوۍ معیار قانوني او بې قانونه کړه وړه دي . هغه سیاسي او ټولنیزې ډلې چې خپل ټول کړه وړه یې د قانون سره برابر کړي دي او د قانون حکمونو ته غاړه ږدي د سولې په جبهه کې راځي او هغه ډلې ټپلې چې خپل کړه وړه یې د قانون سره نه دي برابر کړي ، د قانون حکمونو ته غاړه نه ږدي او د ټوپک په زور تکیه کوي د جنګ په جبهه کې راځي چې جنګ سالار او ټوپک سالار هم ورته ویلی شو .
د ګران هیواد افغانستان ملي ګټې حکم کوي چې ټولې سیاسي او ټولنیزې ډلې او د افغانستان ټول خلک داسې د قانونیت او ولسواکۍ پرخوا وهڅول شي چې ټوپک سالار په قانون سالار بدل شي .
د افغانستان دخلکو تاریخي دنده ده چې د ولسواکۍ او سولې جبهه داسې پیاوړي کړي چې د نه ماتېدنې ضمانت یې وشي او دغه ضمانت د قانوني حکومت او ملي حاکمیت پر بنسټ ولاړ وي . ځکه چې له ټولو ستونزو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د قانون حاکمیت او قانوني لارې، چارې دي او بس .
د بېنوا ويبپاڼي د خپرنيزي څانګي د همکارانو په استازيتوب ددې لړۍ له ژباړونکي، ليکوال او شاعر ښاغلي ميرزاعلم حميدي څخه د زړه له کومي مننه کوم چي د بېنوا ويبپاڼي دلوستونکو د مالوماتو ډېرولو اود هيواد د سياسي چارواو رغوني په اړه يې پر ځان ستونزي وګاللې ، او پوره ٤٦ پرله پسې ورځي يې د بېنوا ويبپاڼي لوستونکو ته په زړه پوري مالومات وژباړل .
دښاغلي حميدي دياد شوي سرليک ټولي ليکني په نژدې راتلونکي کي دکتاب په بڼه چاپ ته تياريږي .
د ( څوسياسي خبرې او د افغانستان رغونه ) تر سرليک لاندي کتاب په اړه مخکي له مخکي دښاغلي حميدي ددې نېک کار ستاينه کوو ،او د زړه له کومي مبارکي ورته وايو.
درانه لوستونکي کولای شي د ښاغلي ميرزاعلم حميدي دژوندليک او چاپي اثارو لپاره داځای کښېکاږي
په درناوي ",څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه - ٤٦مه ( وروستۍ برخه )
2315,ميرزاعلم حميدي - هالنډ,"
ليکوال ( کريم ميثاق )
ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ",څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٤٥مه برخه )
2316,,"
کابل ١٢ وری ١٣٨٤
دغه نوی ائتلاف چي د ملي تفاهم د جبهې په نامه ياد شوی ورکښي د تير کال د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په وخت کښي د کرزي دوه سيالان او د دوو ځواکمنو ډلو مشران يونس قانوني او محمد محقق شامل دي .
ددې نوي ائتلاف د مشر په توګه تر اوسه دچا نوم نه دی په ډاګه شوی .
يونس قانوني او محمد محقق د تېر کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديدان وو ، خو د لږو رايو په ترلاسه کولو سره يې ونه کولای شوه هغه چوکۍ وګټي . ويل کيږي چي يونس قانوني او ائتلاف کوونکي ګوندونه به يې هڅي کوي تر څو په ولسي جرګه کښي ډيري چوکۍ ترلاسه کړي .
د ولسي جرګې ( پارلمان ) لپاره ټاکني به د روان زېږديز کال د سپټمبر په مياشت کي تر سره شي .
",لسو ګوندونو د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ائتلاف جوړ کړ
2317,,"
کابل - د وري دمياشتي ١٢مه
پرون د سمنګان په ولايت کښي څلور نوي ښوونځي په نوي او اساسي ډول تر جوړېدو وروسته پرانستل شوه .
دغه ښوونځي چي په پاخه ډول جوړ شوي د سلو په شاوخوا کي د لوست خوني ، لابراتوارونه او کتابتونونه لري .
د نوموړيو ښوونځيو لګښت ( ٢٨ مليونه څلورسوه پنځه زره افغانۍ ) په امريکاکي د افغانستان يوې خيريه موسسې ورکړی دی .
ددغه ښوونځي په پرانستلو کښي د هغه ولايت د ځينو چارواکو تر څنګ د اطلاعات او کلتور د وزارت مرستيال سيد حسين فاضل ، په امريکا کي د افغانستان د ماشومانو سره د مرسته کوونکي موسسې مسولي ثريا صديق او د سمنګان په ولايت کښي د پي ار ټي ډلي مسول هم برخه اخستې وه .
د سمنګان ولايت د ښووني او روزني ريس عبدالرشيد خبريالانو ته وويل چي په دغه ولايت کښي ١٩٣ ښوونځي فعال دي ، چي ٦٣٥٠٠ زره زده کوونکو ته د ٢٢٢٠ تنه ښوونکو له خوا ښوونه او روزنه ترسره کيږي .
",د سمنګان په ولايت کي څلور نوي ښوونځي پرانستل شوه
2318,,"
هالنډ_ ١-٤ - ٢٠٠٥ سهار ٧ بجې او ٢٣ دقيقې
سهار اووه بجې او ٢٥ دقيقې يو شمېر اروپايي خپرونو بېړنی خبر خپور کړ چي د کاتوليک عيسويانو مذهبي مشر پاپ ( Pope ) باندي د زړه حمله راغلې ده .
د پاپ روغتيايي حالت د څو اوونيو راپه دې خوا ناسم و .
هغه په تېرو ورځو کښي خوړل څښل نه شوای کولای ، دوې ورځي مخکي يې د وروستي ځل لپاره چي کله وغوښتل وږغيږې ، په خبرو کولو ونه توانيدی ، او د لاس په اشاره يې د روغتون له کړکۍ څخه په لسګونو زرو کسانو ته د پوهولو هڅه وکړه .
هغه دلوېديځي اروپا په وخت تر سهار ٧:٣٠ پوري ژوندی خو روغتيايي حالت يې د ګواښ سره مخامخ دی .
د هغه وياند خبريالانو ته وويل چي د جان پاپ روغتيايي حالت د سخت خطر سره مخامخ دی ، پاپ په خپله ودانۍ کي پروت دی ، د روم د جيمايلي روغتون مشر وويل چي هغه به د نوري درملني لپاره روغتون ته نه وړل کيږي .
",د عيسويانو مذهبي مشر د زړه له حملې سره مخ دی
2319,,"
",
2320,د سمندرحقمل ژباړه,"
د سمندرحقمل ژباړه
",موسيقي د غم او درد درمل
2321,حبيب الله غمخور - سويډن,"
حبيب الله غمخور - سويډن ١_٤_٢٠٠٥
يوازي کابل ټول افغانستان نه دی ، په يوشمېر ولايتونو کښي زده کوونکي تباشير نه پېژنې ، ځکه توره تخته نشته چي ليکل پر وکړي !
پدي شپو او ورځو کې په هيوادکښې دننه او له هيواد نه بهر په مطبوعاتوکې دنوې ښوونيز کال دشروع،دښوونځيو او شاگردانو دشمير ، دلږستونزو او زياتو برياو په هکله تبليغات کيږي .دا دخوښۍ ځاي دۍ چي پسله څو کلونو توري او وحشت نه ډکي دوري نه وروسته يو ځل بيا افغان ماشومانو دا امکان تر لاسه کړ چي هلک او انجلۍ دواړه يو ځاي ښوونځيو ته ولاړشي ، تعليم زده کړي او بيا لوړاو مسلکي تحصيلات تر سره کړي .
دا يو څرگند حقيقت دی دبيسوادۍ دله منځه وړلو پرته د هيواد بيا رغاونه ، دډيموکراسۍ پلي کول او مدني ټولني جوړيدل ناشوني کار دی ، تر څو زموږ هيواد وال دديموکراسۍ او متمدن ژوند په مفهوم او ارزښت دعلم او پوهي په برکت پوه نشي دهغو دلاسته راوړلو لپاره به يې تلاښ وړه او لازمه پايله ونلري . همدا علت دی په هغو هيوادو کښې چي ولس يې دسواد له نعمت څخه محروم وي دډيموکراسۍ ، اجتماعي عدالت او متمدني ټولني په هکله تلاښونه دهغوډلو له سر سختانه مقاومت سره مخامخ کيږي کوم چي خپلي سياسي او اقتصادي گټي دولسونو په نالوستوب کي لټوي ، هغوي دعقيدو او زړو ناوړ دودونو څخه په پراخه استفادې سره دخپل حاکميت دبقا او پايښت لپاره هڅي کوي ،تعليم او تحصيل دخلکو په منځ کښي ديوه عبث او کله کله يي د مذهب خلاف کړني په نامه تبليغوي ، تر څو دنالوستو خلکو په ذهنونو کښي دصنعتي ،علمي او فرهنگي پر مختگ په هکله دنفرت احساس پيدا شي .
زموږ هيواد يو د هغو هيوادو له جملي څخه دی، کله چي دلته چا دمعارف او تحصيل خبره کړې سمدستي بل چا بيا په يوه او بل نامه هغه دکافر په نوم رټلی او دښوونځيو دجوړيدو مخه يې نيولې ده . همدا علت و چې زموږ دهيواد داوسيدونکو ” ۸۵ ” په سلو کي نارينه او” ۹۵ ”پسلو کي ښځينه نالوستي پاته شويدي .سږکال دښوونې او روزني دوزارت لخوا داسي تبليغات کيږي چي گواکي”شپږ ميليونه” شاگردان به مکتب ته ځي او هر څه گل او گلزار دي ،مگر پدغوتشو تبليغاتوکښي حقيقت او واقيعت ډير کم ليدل کيږي . زه دا نه وايم چې دچارواکو په اعتراف چي دکابل دښار او ولايت په گډون په ټول هيواد کښي د ((۷۱۳۷ )) ښو ونځيوله جملي نه (( شپږ زره او اته سوه)) زياتي ښوونځي په کنډوالو تبديلي شوي او تر اوسه همدا شان پاته دي او د شاگردانو لپاره دښوونځۍ عادي تعمير نشته ، شاگردان په يخنۍ اوددوبي په گرمۍ کښي دبهرنيانوپه خيراتي خيموکي پر مځکه درس وايي ،کتابونه ،تخته او تباشيردرک نلري،ميز او چوکۍ کي خو دټولو هير دي او په زياتو ځايو کښي يې لا پيژني هم نه ، په سلو کې اتيا دمسلکي معلمانو کمښت دمعاش دلږوالي له درکه ، دلابراتوارو او نورو درسي وسايلو دنشتوالي مسله چي په اوسني عصر کي دتدريس او زدکړي لپاره لازم او ضروري دي که څه ووايم ټول به راباندي په قهر شي . ولي حقيقت دادی چي داهرڅه ډير ساده سرته رسيدای شي که څوک ددې ټاټوبي دراتلونکي سره مينه ولري او په صداقت سره ددغي ملي ستونزي دله منځه وړلو لپاره مټي راونغاړي . درې کاله زموږ هيواد ته بهرنې ډالرونه يو په بل پسي سيل غوندي راروان دي ، هر بهرنی ميلمه چي افغانستان ته راځي نو هرومرويې يه بوجۍ او يا يو بکس ډالر له ځانه سره را اخيستي وي ، په کابل راډيو او تلويزيون کښي هره ورځ ديوه بهرني هيواد دمرستو خبر نشر ته سپارل کيږي ، هغه دچا خبره اوس ټول د ډالرو خبري کوي ، مگر ښوونځی او دعالي تحصيلاتو موسسې مو په شرموونکي او زړه بوږنوونکي حالت کې قرار لري . واېې پخوانيو چارواکو به ډير خپله اخيستل خو يو څه به يې ولس ته هم ورکول ، فکر کيږي چي اوس دا دود بدلون موندلی او چارواکي ټول ځانته اخلي !
",د ښووني او روزني وزارت ته وړانديز !
2322,فواد( لامع),"
سپيره شناخته
بيا مې ځان وموند لالهاند دبرخليک په کوڅې
بيا د تاريخ پرڅلور لاري باندې ودرېدم
بيامې دشک څپو دفکر د درياب پرمخې
خپل وزرونه د طوفان په بڼه وغوړول
.............
د پرون اوښکې مې تراوسه پورې سترګې څاري
زه د هغو ترشا راتلونکی مې خړپړ وينمه
دتېرو تورو شپو کيسې مې لاتر اوسه پورې
د غوږ په تشو ګړنګو کې سوې کړيکې وهي
چې يې پګړۍ دابا ښکته کړه پردو مخې ته
چې يې ځوانانو نه زما د وطن بڼ خالي کړ
چې يې کوڅۍ زما د پېغلو پېغلو نجونو ځيني
د بېشرمۍ په چړو پرېکې کړلې
چې يې د دين او د افغان په نامه لوبې وکړې
چې يې وطن راته ددې زمان دوزخ جوړ کړلو،
هغوی مې ټوله خپل وو!!
.................
اوس که د وينو او جګړو ښامار مې کور ته راځي
چې يې د وينو او ورانيو ننواتي کې يې
خپل دايمان او عقيدې پسه حلال کړي راته
زه چې يې غاړې ته نظر کړم نو پوهېږمه چې،
هاغه د عذر پړی
ددې په خوښې يې په غاړه ځوړند شوی نه دی
نويې دمکر او تذوير څخه دا ډکه پلمه
په زړه او خوله باندې منلی نشم
زه دهيواد پرونۍ سرې ورځې مې
په دغو سپينو ، کم شېبو تالندو،
رڼې ليدلی نشم
................
زه دبابا پرسپېرې شناختې مې ګردونه وينم
چې دپردو له قهرجنو ګامو
پرې پرېوتلي او پرېوځي پسې
که يې رڼه کړم نو پړونی د ابۍ به مې بيا
هغه د وينو او جګړو ښامار په سرو ګوتو کې
ټوټې ټوټې په خاورو ولړل شي
.................
بيا مې ځان وموند لالهاند دبرخليک په کوڅې
بيا دتاريخ پرڅلور لاري باندې ودرېدم
بيامې د شک څپې د فکر د درياب پر مخې
خپل وزرونه دطوفان په بڼه وغوړول
احمدشاه بابا مېنه_کابل
16/وږی/1383 ",سپيره شناخته
2323,فواد (لامع),"
د زړه خواست
لکه پردېس جانان چې وګوري څوکداسې يې ماخواته راودانګل دېځان يې وړو چابک ګامونو باندېراسره لارې سرکې جوخت جوګه کړخو وچې شونډې يې لاهسې،يوې شکېدلې او سپېرې غوټۍ دګلو په شانسره ونه خوځېدې!!..................نمجنې سترګې يې د تلو په لارې ښخې کړلېفقط د لاس په خوله يې،خپل دزړه خواست زما له لاسه وکړچې ووړ ورغوی يې څه ډک غوندې شوبيايې د مينې د وروستۍ شېبې په شاني کرارزما د لاسونو ګوتې خوشې کړلېاو د زړه خواست يې چې يوه روپۍ وه په سرو منګولو کې خپل ټينګ ونيوه
نوی ښار_کابل ",د زړه خواست
2324, فواد (لامع),"
د زړګي دوا که خنـــــدا که يې ژړا = که مکــــيز که يې ادا که خوږې خوږې خــبرې = که دعا که يې ښــــېرا که غصــه او که يې قهـر = که يې شـور که يې شـڼا چې پيرزويې وي له زړه نه = که زقـــوم وي که دوا چې مې سترګې پرې رڼې شي = که يې مخ وي که يې شـا د هجــران هره لمـحه يې = که سبــا وي که بيــګا د الــفت په اتــهام يـې = که بخشـش وي که ســزا دغه واړه مې زړګــي ته = هـم دوا ده هـم شــــفا خوچې ووايي جانان مـې = په اخلاص او په صــفا: چې په دې لويه نړۍ کې = يار مې نشـته، بې له تا! ", د زړګي دوا
2325,د حقمل ژباړه,"
د حقمل ژباړه
المان نابينايانو ته د لوستلو نوی چَم اختراع کړ
د المان په پلازمينه برلين کې د ماکس پلانګ د علمي مؤسسې څېړندويانو و ړندو يا نابينايانو ته د لوستلو يو نوی چم (روش) اختراع کړی دی.دالمان خپروني د پنجشنبې په ماښام په دې هکله زياته کړه چې ددې کار دپاره دغو څېړندويانو يو ډېر دقيق دوربين او يو کوچنی کمپيوټر جوړ کړی دی او همدا اوس دهغه د هارډ وير يا د کمپيوټر د فزيکي برخي په کوچني کولو باندي اخته دي.الماني څېړندويان خيال لري چې ددې کمپيوټر هارډ وېر دومره کوچنی کړي چې و کولاي سي په يوه عينکه او يا غوږ وکي کې ځاي ونيسي .پوهيالان قصد لري چې ددې اختراع او نوي لاري په مرسته ورځپاڼي، کتابونه او نور متنونه ""سکن"" کړي او بيا يې په کلام او بيان باندي را واړوي او په دې ډول د ورځنيو چارو پوهول و ړندو او نابينايانو ته آسانه کړي .نابينايان به په دې وتوانيږي چې په راتلونکې کې ورځپاڼي، په سوپر مارکيټونو کې د کاليو لېبلونه او په واټونو کې د موټر وانۍ نښې نښانې تشخيص او هغه و وايې .دا په داسي حال کې تر سره کيږي چې پروفيسر ""اوئل روجز"" د برلين د پوهنتون درياضياتو او انفورماتيک استاد بيا په دې باور دی چې دا نوی روش د ستونزو سره هم مخامخ دی .روجز وايې، چې په دې ميتود کې د اصلي ستونزو نه يوه داده چې ټوله شئ نسي کېداي يوازي د يوه انځور او دوربين په واسطه تشخيص او و پېژندل سي . د انسان سترګي هم په دې نه دي توانمني چې ټوله يوه ورځپاڼه دي په يوه ديد او د سترګو په رپ کې تشخيص کړي . دغه الماني پروفيسر زياتوي: په دې خاطر بايد د کوچني حرکتونو نه په يوه دوربين کې څو تصوېره جوړ سي او هغه دي بيا و نوي سافټ وير يا دکمپيوټر و پروګرام ته ولېږي څو وکولاي سي دغه تصويرونه په يوه بشپړه انځور واړوي او دچا په واک کې يې کېږدي . ",المان نابينايانو ته د لوستلو نوی چَم اختراع کړ
2326,ولي شا طبيب - کندهار,"
ولي شاه طبيب :کندهار/افغانستان
سوال: توپک سالار څوک دي ؟
جواب: نه پوهيږم بيخي رانه ورک دی ، ځکه چه توپک سالار اوس ديوې ژوندۍ پديدې په ډول دتحول په حال کښي دي ،په مختلفو بڼو راښکاره کيږي ، اوس هم د خرپه نه دی لويدلی ، دافغانستان په سياسي او ټولنيز جوړښت کښي ديو نابلل سوي ميلمه په ډول ددسترخوان په سر کښي ناست دی ، په لوړو دولتي چوکيو کښي کار کوي . لوی کاروبارونه ددوی په لاس کي دي . پر دولتي ځمکو دوي خيټه اچولي ده ،مخدره توکو راکړه ورکړه دوي کوي ، شخصي زندانونه دوي لري. جالبه داده چه توپک سالار هم دتوپک سالار ۍ پرضد ناري وهي .
سوال: رشوت او فساد ولي ورځ په ورځ زياتيږي ؟
جواب: تر اوسه پوري څوک درشوت اخيستلو په ګناه نه دی محکمه سوی دجزا ورکولو خو هيڅ سوال نه پيدا کيږي . په ځانګړي ډول پر لوړ پوړو چارواکو خو هيڅ ډول کنترول نه سته او محاسبه نه ورسره کيږي ، ښاغلي حامد کرزي د همهغه لمړۍ ورځي څخه دنرمۍ او ملايمت کار اخيستی دی هغه دخلکو خبره هيڅ سره سترګه يي ښکاره نکړه ،.اوس سپين سترګي او بي حيايي اوج ته رسيدلې ده ، دلوړ پوړو چارواکو ترمنځ سيالي روانه ده ښه ښه بنګلې اخلي ، لوکس ماډل موټران او دکورولپاره ښايسته فرنيچر او سامان دبهر نه راغواړي ، په خارج کښي دبانک حسابونه پرانيزي اوداسي نور ، دبلي خوا دمامورينو تنخوا هم هغه ده چه دا هم درشوت اخيستلو لپاره زمينه هواره کړيده .
سوال: ډيموکراسي په افغانستان کښي څه ډول پرمختګ کوي ؟
جواب: ايا ستا مطلب ډيموکراسي په کابل کښي او که په ټول افغانستان کښي ؟ ډيموکراسي په کابل کښي خپله ظاهري بڼه يو څه جوړه کړيده ، ښځي که رسمي کار کوي او يا نه کوي سهار په زيات شمير دکورونو راوزي ، غربي ډوله جامي اغوندي ، دسلوپه حدودو کښي ورځپاڼي ،اووه نيزي او مجلي چاپيږي . سياسي ګوندونه جوړيږي . مطبوعاتي کنفرانسونه دايريږي ، خو که دکابله راووزي حالات بل ډول دي ، کرار کرار دډيموکراسۍ کمبله ټوليږي او دزورواکۍ ، خان خانۍ او توپک سالارۍ ټغر هواريږي .
په افغانستان کښي دغه ګوډه او ناروغه ډيموکراسي په يو ډول پرمختګ نه کوي ، حتی په کابل اونورو لويو ښارونو کښي دديموکراسۍ ټولنيز او اساسي پرنسيپونه دپامه غورځول سوي دي . که چيري اطرافوته وګورو نو هلته به موږ ووينو چه دژوند بڼه بل ډول ده ،دکابل اونورو لويو ښارونو څخه ډيرتوپير لري ، دهلکانو دښوونځيوشمير دګوتو په شماردي ، دنجونو ښوونځي خو هيڅ نه سته ، دخبري رسنيو امکانات يا خو نه سته او يا ډير محدود دي ،حتي په لويو ښارونو کښي يواځنۍ دولتي ورځپاڼه په وړوکي قطع په هفته کښي دوه يادري ځله خپريږی داسي ولايات خو ډير دي چه هيڅ ورځپاڼه نلري ، دتلويزيون خپروني ډيري محدودي دي او ډيري نيمګړتياوي لري .
سوال: په افغانستان کښي دښووني اوروزني توازون څه ډول دی ؟
جواب : ښوونه او روزنه په هيڅ ډول متوازنه نه ده ، په ليري پرتو ولاياتو کښي دښوونځي لپاره تعمير نه سته ، شاګردان په اوړي او ژمي تر شنه اسمان لاندي زده کړه کوي ، دښوونکو کمښت تر دي کچي دی چه اکثرو ښوونکو يوازي تر پنځم ټولګۍ درس ويلی دی . خو که وګورو په کابل او نورو لويو ښارونو کښي دښوونځيو او ليسو لپاره جګ او ښکلي تعميرات جوړ سوي دي ،مثلا په کابل کښي دامانيه ليسه يا داستقلال ليسه چه لويي ټولګۍ ، دسپورت ميدانونه ، لابراتوارونه او جمنازيمونه لري چه داټول داروپا په سويه دي ، که راسو دزابل دشيخ متي رح عليه ليسه يا دسيدال خان ناصري ليسه په ارزګان کښي وګورو نو دمځکي او اسمان توپير لري .
سوال: ملي سرود ولي نه جوړيږي ؟
جواب: دملي سرود دجوړولو لپاره خو څو مياشتي وړاندي دهيواد دتکړه شاعرانو څخه غوښتنه سوي وه چه دملي سرود لپاره اشعار جوړ کړي اوهمدارنګه دپيژندل سوي شاعرانو او ليکوالو کميسيون هم وټاکل سو . بالاخره پسله ډيرو مشورو دمرحوم عبدالروف بينوا جوړ سوی ملي سرود په څه تفاوت اولږ زياتوب سره دکميسيون لخوا و ريس جمهور ته وړاندي سو ، ددولت ريس پس له يوي مياشتي وويل چه نوموړی ملي سرود نوري نيمګړتياوي لري ، موږ نه پوهيږو چه څه کمی لري ، کيدای سي چه داستاد رباني ،دستم او نورو دقبول وړ نه وي ، ښاغلی کرزی خوارکی مجبوره دی دملي وحدت په خاطر دهري ډلي او ټپلي خاطرداري وکړي ، مګر دملي سرود په سر نور جوړ جاړی او مصلحت ته هيڅ ځای نه سته ،بايد ژر تر ژره نوموړی ملي سرود بيله نور تشبث اولاس وهني څخه ملي او قانونی بڼه واخلي .
",د زړه خواله - سوال او جواب
2327,,"
کندهار ١٣ وری ١٣٨٤
د کندهار ولايت څخه خبرونه وايي چي پرون په هغه ولايت کښي د يوه بم د چاوديدلو وروسته دوه تنه ماشومان ووژل شوه .
په چاودنه کي تر اوسه د ټپيانو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی . اوتر دې وخته يې چا پړه په غاړه نه ده اخستې
ددې چاودنې په اړه د کورنيو چارو وزارت دخبر تائېد کړی خو تر اوسه يې نور مالومات يې نه دي ورکړي .
د کندهار په ولايت کښي تر هغه وروسته چي د ولسمشر کرزي د فرمان له مخي يو شمېر قومندانان او چاروکي له خپلو دندو څخه په نوو دندو وګمارل شوه د اخ او ډب دا ډول پېښې زياتي شوي دي .
کندهار ښاريان تور لګوي چي ددا ډؤل چاودنو تر شا د جمعيت د قومندان خان محمد او نورو هغو کسانو لاس دی کوم چي د کرزي د فرمان له مخي په نوو دندو وګمارل شول . د کندهار يو شمير نور چارواکي دا خبره ردوي اووايي چي طالبانو او د هيواد دښمنانو له دغه فرصت څخه ګټه واخسته او په چادنو يې لاس پوري کړ .
",په کندهار کي بمي چاودني دوه ماشومان ووژل
2328,,"
کندهار ١٣ وری ١٣٨٤
پرون د کندهار ولايت د سپين بولدک په سيمه کي درې تنه لارۍ چلوونکي هغه وخت ووژل شوه کله چي يې امريکايي پوځونو مواد رسوله ، او مشکوکو طالبانو کمين ورته نيولی او يرغل يې پر وکړ .
څلورم چلوونکی وښتېد او چاروکو ته يې وويل چي څلور کسان د سړک له يوې ګوښې راووتل او ډزې يې پيل کړې .
طالب اورپکو لا پخوا د هغو چلوونکو چي امريکايي ځواکونو سره کار کوي يا يې ترانسپورټي موټرونه چلوي د وژنو پړه پر غاړه اخستې ده .
",درې تنه لارۍ چلوونکي وژل شوي دي
2329,,"
مزار شريف ١٣- وری ١٣٨٤
د کورنيو چارو د وزارت وياند لطف الله مشال وويل چي د مزار شريف په ښار کي په يوه ماين يو تراکتور والوزېد چي په پايله کي يې دوه تنه مړه او پنځه تنه ټپيان شول .
دا څرګنده نه ده چي دا يو له پخوانيو ښخ شويو ماينونو څخه و ، او که نوی اېښودل شوی يا کوم لور ته لېږدېدونکي چاودېدونکي توکي وو .
",په مزار شريف کي يوه ماين يو تراکټور والوزاوه
2330,,"
کابل ١٣ وری ٨٤
ټاکل شوی ده چي د افغانستان د کراټې فدراسيون څلور لوبغاړي به د سياليو لپاره په راتلونکو ورځو کښي د ډنمارک هيواد ته ستانه شي ، چيري چي ددې لوبو يوولسم پړاو پېل کېدونکی دی .
د افغان کراټه کوونکو په دې څلور کسيزه ډله کي د کراټې دوه لوبغاړي ، يو لارښود او خپله د ټيم مشر شامل دی .
",افغان کراټه کوونکي د سياليو لپاره ډنمارک ته ځي
2331,,"
کابل ١٣ وری ٨٤
په افغانستان کي د المپيک کمېټې د سطرنج فدراسيون خبر ورکړی دی چي غواړي په دغه هيواد کي د سطرنج لوبي پيل کړي .
دغه لوبي چي د روان کال د وري د مياشتي پر شپاړسمه نېټۀ به پيل کيږي د هرات ، بلخ ، کندز ، کندهار او ننګرهار د سطرنج لوبغاړي به په کښې ګډون وکړي .
",د المپيک کمېټۀ په هيواد کي د سطرنج لوبي پيل کوي
2332,اتل وردګ - کندز,"
ستا ښكلي سترگي بې وفا غو ندي دي
شنې پرنگي را ته اشنا غو ندي دي
چه مي خو بونه يي دو صل ليدل
نن خو قسم چي ښه ر ښتيا غو ند ي دي
پام کوه خلکو ته رسوا مي نه کړې
ستا ادا گا ني بي پروا غو ندي دي
زړه مي با يللی خو څوك وا يي را ته
دا زړه با يلل دي بې معنا غو ندي دي
د هر چا يې اشنا د ميني ډېوې
كا ذ بي سپيني د سبا غوندي دي
كندز ۸۲لمريز
",غزل
2333,,"
د پژواک خبري اژانس څخه په مننه :
کابل د وري ١٠ مه ، پژواک خبرى آژانس. که څه هم افغان دولت دوه اونۍ وړاندې دکام اير درالويدلې الوتکې دجسدونو دبشپړ انتقال اعلان کړى خو لاهم دپژواک خبري اژانس خبريال په سيمه کې دشپږو مړو جسدونه اود بدنونو خورې ورې ټوټې ليدلې دي . دملي دفاع وزات وياند جنرال ظاهر عظيمي دتېر کال دکب په ٢٢ مه نېټه له څلويښتو ورځو پلټونو نه وروسته اعلان کړى و چې ، دپيښې له سيمې ټول جسدونه راوړل شوي دي . همدارنګه وزارت په ډاګه کړې وه چې ، تر دې دمه يې د٤٣ مړي پېژندلي چې له دې ډلې ١٧ يې بهرنيان دي . دوري په ٩مه نېټه مې د درې نيمو ساعتونو پلي مزله څخه وروسته دڅرۍ غره ( چيرته چې الوتکه لويدلې وه ) په سختو ګړنګونو کې دغو مړو ته ځان ورساوه.
په دې اړه بشپړ راپور او انځورونو ليدلو لپاره دا ځای کښېکاږئ !
",د کام اير رالوېدلي الوتکي قربانيان نه دي ټول شوي
2334,خيبر - ماسکو روسيه,"
په مسکو کي د بېنوا ويبپاڼي خبريال ( خيبر ) راپور
دافغانستان د علومو د اكاډمي مشر، د سر محقق مرستيال، عبدالباري راشد، چي د روسيې د فدراسيون د علومو اكاډمۍ په رسمي بلنه، مسكو ته په سفر راغلي دی، د افغان تجارتي مركز د مشر، غلام محمد په بلنه، له دغه مركز نه د «سيواستوپل» د هوټل په سيمه کې، پرون د جمعې په ورځ هم ليدنه وكړه.
په دغه كتنه كې چې له غرمې نه وروسته تر سره شوه، د افغان تجارتي مركز پر مشر بر سيره، د دغه مركز د رهبري غړيو او يو شمير فرهنګيانو او د افغانستان د لوي سفارت دويم سكرتر، ښاغلي عزيزالرحمن فايق او د روسيې د علومو د اكاډمي سلاكار، ډاكټر زرمتي هم برخه اخيستي وه.
د كتني په پيل كې، د افغان تجارتي مركز ريس، ښاغلي غلام محمد، د دغه مركز د كار او فعاليت په هكله، د افغانستان د علومو د اكاډمۍ مشر ته، بشپړ معلومات وړاندي كړل.
ښاغلي غلام محمد، د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د دي مركز د كار په سيمه كې په مسكو كې د ميشتو افغانانو لپاره د كار او تجارتي فعاليت زمينه برابره شوې ده، او دلته تر ډيري اندازې د افغاني ټولني ستونزو ته ځواب ويلي شوی دی.
هغه وويل چې د دي مركز په سيمه كې ، يو ښوونځی، يو وړوكتون، يو جامع جومات، ملا امام، د «نويد روز» په نامه ورځپاڼه، «افغان ټلويزيون» چې په ورځ كې څلور ساعته خپروني لري، خياطي او همدارنګه سلماني كار او فعاليت كوي. هغه زياته كړه، چې دا مركز، نه يوازي يو تجارتي او سوداګريزمركز دي، بلكي دا يو ټولنيز او فرهنګي مركز هم دی. دا ځكه چې د دې مركز په نوښت ملي او مذهبي جشنونه او مراسم په ډير شاندار ډول لمانځل كيږي.
همدارنګه، د دغي كتني په ترڅ كې، د افغانستان د علومو د اكاډمۍ مشر، عبدالباري راشد، په افغانستان كې د علومو د اكاډمۍ د كار او فعاليت په هكله په دغه كتنه كې حاضرينو ته معلومات وړاندي كړل.
د سر محقق مرستيال، عبدالباري راشد، وويل، د روسيې فدراسيون ته زما سفر، د دواړو هيوادونو د علمي ملګرتيا د بيا پيل كولو، د علمي تجربو، د علمي آثارو د را كړي وركړي، د پوهانو د تګ راتګ، د ګډو كنفرانسونو او سيمينارونو د جوړولو، په افغانستان، روسيه او منځني آسيا كې د ګډو څيړنو، د آثارو د ليكلو، د افغانستان – روسيې د اړيكو د تاريخ لپاره يو نوي باب پرانيزي.
د يو بل خبر له مخي، د افغانستان د علومو د اكاډمۍ مشر او د افغان تجارتي مركز مشر، او د دغه مركز د رهبري غړيو، د يو تن افغان د فاتحې په مراسمو كې چې د دغه مركز په جامع جومات كي تر سره كيدل، هم برخه واخيستله.
د فاتحې په مراسمو كې له گډون وروسته، ښاغلي راشد او په كتنه كي ټولو برخه والو د افغان تجارتي مركز د مشر د كار په كوټه كې د غرمې ډوډۍ وخوړله او بيا يې د افغان تجارتي مركز له ځينو شركتونو او مغازو نه هم ليدنه كتنه وكړه.
ښاغلي راشد د بېنوا ويبپاڼي لپاره د مرکې پر وخت وويل : په مسكو كې د علومو د اكاډمي د مشر او د بيلا بيلو څانګو د مشرانو سره د هغه ليدنه كتنه ډيره گټوره وه، او دواړه خواوي، دي موافقې ته ورسيدل، چې د دواړو خواو د علمي اړيكو د بيا ټينګولو او پراختيا لپاره بايد د يو هر اړخيز تړون سند ډير ژر برابر شي. دغه سند به له پوره غور نه وروسته، بيا يا په كابل او يا په مسكو كې لاسليك شي.
همدارنګه، هغه زياته كړه، چې له افغان تجارتي مركز نه د هغه ليدنه كتنه، د هغه لپاره په حقيقت كې په دغه مركز كې د افغانانو د ديو ځاي كار او روزګار د سر ته رسولو تر څنګ، د افغانانو د يووالي او اتفاق يو رمز و، او دا د هغه لپاره د ډيري خوښۍ او خوشحالۍ ځای دی، چې افغانان د كډوالۍ په شرايطو كې هم خپل ملي يووالي ساتي.
له پنځلسو نه د زياتو كلونو نه وروسته، دا لومړي ځل دي، چې د افغانستان د علومو د اكاډمي مشر، د روسيې د فدراسيون د علومو د اكاډمي په بلنه، مسكو ته په رسمي سفر راغلي دي.
",د افغانستان د علومو د اكاډمي مشر په افغان تجارتي مركز كې
2335,,"
١٣٨٤ د وري د مياشتي ١٣مه نېټۀ ماخستن ( ٩:٣٧ )
په نړۍ کښي د سلګونو مليونونو کاتوليک عيسويانو مذهبي مشر (پاپ جان پاول ٢) د ٨٤ کالو په عمر تر څو اوونيو ناروغيو او دوو ورځو ځکندن وروسته مړ شو .
پاپ پرون سهار اووه نيمي بجې ( د وري د مياشتي ١٢مه نېټۀ ) د زړه له حملې سره مخ شو . پښتورګو يې کار پرېښود ، او فشار يې ورو ورو کښته شو .
ډاکټرانو او د هغه ويندويانو خبريالانو ته ويل چي هغه کله په هوښ کي او کله بې هوښه وي ، کله د سترګو په اشاره د هغوی پوښتني جوابوي .
هغه د خپل ژوندڅو وروستۍ ورځي په خپل هستوګنځی کښي تيري کړې . او د زړه د حملې نه مخکي يې ويلي و چي نور نه غواړي د درملني لپاره روغتون ته يووړل شي .
د پرون سهار راهيسي هغه مهال چي د پاپ په اړه د زړه د حملې خبر خپور شو ، د هغه د هستوګنځی مخي ته کاتوليک عيسويان راټوليدل ، چي ددې کسانو شمېر د هغه د مړيني تر ګړيه پوري لسګونو زرو کسانو نرو ، ښځو ، وړو او زړو ته ورسېد ، چا ژړل ، دچا بلي شمي په لاس کي وې ، دوی پاپ جان پاول ٢ ته دعا کوله .
پاپ جان پاول ٨٤ کاله پخوا په پولنډ کي زېږېدلی و ، ويلي کيږي چي د هغه په لسګونو زره هيوادوال به د هغه د جنازې په مراسمو کي ګډون وکړي .
د نړۍ يو شمېر هيوادونو سياسي او مذهبي مشرانو د پاپ جان پاول په مړينه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده .
د هغه د جنازې په مراسمو کي به ، چي ويل کيږي د دوشنبې په ورځ به پيل کيږي ، د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه تر مليونونو پوري کاتوليک عيسويان او يو شمېر لوړپوړي کسان د ګډون لپاره ايټاليې ته راستانه شي .
کاتوليک عيسويان د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کښي اوسيږي ، چي د بېلګي په ډول يوازي په متحده ايالاتو کښي ٥٦ مليونه کاتوليک عيسويان ژوند کوي .
",(پاپ جان پاول ٢) د ٨٤ کالو په عمر مړ شو
2336,,"
دافغان رسالې د نوي ۱۳۸۴ کال ځانګړې ګڼه له چاپه راووتله
د افغان رسالې (۶۸-۶۹) پرله پسې ګڼه چې د نوي ۱۳۸۴ لمریز کال د پیل کيدو دپاره ځانګړې سوې ده چاپه راووتله. په دې ګڼه کې ډیر په زړه پورې مطالب خپاره سوې دی.
د ځينو مطالب سرنومونه:
د نوي ۱۳۸۴کال په وياړ د کاناډا د صدراعظم د مبارکۍ پيغام
امریکا باید در افغانستان پایګاه نظامی داشته باشد
د نوروز لمانځنه
داستان غم انګیزی از دختران پناهګاه هراتی
زن عجب شهامتی داشت
د نوروز یا نوي کال تاریخچه
نوروز در شهر های مختلف افغانستان
د ښاغلي روستار تره کی سره د امریکایی اډو د جوړیدو په هکله
افغانستان در یوغ اسارت ملیشا ها
بوش په جنګ کې ( ۱۲ برخه)
شکست شوروی از افغانستان
۲۰۰۵ کال د ایریګ مارکولیس له نظره
ایران ، د امریکا بل ګوزاریز هدف
په بروکسل کې د ناټو د سرمشرانو ۲۵ عمومي غوڼده
آیا سونامی الهی ضربه وه که سیاسی ؟
ادبي مرغلرۍ
قیام قندهار به رهبری میرویس هوتکی
دټورنټو په پوهنتون کې د ګډملیتیزو خپرونو نندارتون
دنوي کتابونو معرفی
او انګلیسی برخه
تیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵)
فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵)
بريښنا لیک afghanpost@rogers.com
ويب پاڼهwww.afghanpost.com
",( افغان رساله ) چاپ شوه
2337,فضل محمد کټوازی - کوريا,"
فضل الرحمن کټوازی- سهيلي کوريا
زه چي په مطبوعاتو کي په خاصه توګه دغربي مطبوعاتو نه دمذهبي عقايدو په اړه څه اورم ډيرمي زوروي،او حيران په دې يم چه داديوويشتمي پيړۍ په انسانو څه شوي،چه دومره افراطيت په مذهبي عقايدو کي ښيي ،بيا په خاصه توګه په غربي نړۍ ، ولي چه څه موده مخکي دا غربي نړۍ وه چي داعتدال درس يې ورکولو ليکن اوس يې مطبوعاتو دمذهبي تبليغ او دفاع لپاره مټي رانغښتی دي..
هره شيبه او هره ورځ بايد دمذهبي پلارانو په باره کی يوه څه نشر کړي داڅو ورځی خويي صرف او صرف پوپ جان پال دويم ته ورکړي.
دومره زيات يي صفت کيږي چي ګنی داروحانی ملا دټول غرب او په تيره بيا دمتحده ايالاتو دوحدت يو سمبول وي ،او دنياته يوداسي انځور مخي ته راوړی چه ګمان کيږي چه غرب یو بېل تشخيص لري،غرب او باقی نړي سره بېل دي.
دداسي قسم مطبوعاتو تر شا که هغه په اسلامي نړۍ کي دي او که په غربي نړۍ کي تر شا يې پټ لاسونه کارکوي.
ددی پټو لاسونو دخپلو عقايدوسره هم کومه مينه نشته دا صرف خپلی ګټي په نظر کي نيسي،اوددنيا دلرغونو تمدنونو تر منځ واټن رامنځ ته کول غواړي.
حتی چه داپټ لاسونه زمونږ هغه نوي نسل ته چه په غرب کی دپناه او ديوه اسوده ژوند په شوق تللی او ياتلل غواړی نوي نوی جنتونه او خيالی دنيا ته رابولی او ددوي Brain Wash کيژی.
زه دټولي متمدني نړۍ دروڼ آندو سياست مدارانو څخه دزړه له کومی خواست کوم چه دې افراطيت ته دي دپای ټکی کيښيږدي، او که چیرته داسی ونه شي نو هغه دنيوټن قانون چي دعمل ردعمل ضرور شته.
بيا به اوبه دورخه تيري وي ،او دنيا به ديوې نوي بلا په منګلو کي ښکيل شي يعني Clash of Civilizations چي دمخکي نه يې بعضي مخورو وړاند وينه هم کړې ده.
ملګرو ملتونو ته پکارده چه ددې نوي بلا دمخنيوي لپاره بايد چټک قدمونه واخلي ،او يوه داسي جرګه دملګرو ملتونو په مقر کي جوړه شي.
چه هلته دټولو لويو دينونو عالمان را جمع کيږي او هرکال دمذهبي روادارۍ او اعتدال په هکله پريکړي کيږي.
ترڅو موږ وکولای شو چه نوی نسل ددې لويي بلا يعني افراطيت نه خلاص کړو،او دټولو مذهبونو ترمنځ دمينی او ورورولۍ فضا جوړه کړو .
د بېنوا ويبپاڼي يادونه : د ښاغلي کټوازي نظر نه يوازي داچي د بېنوا ويبپاڼي نظر نه دی ، بلکي په ليکنه کي يې د بېنوا ويبپاڼه هم د پاپ جان پاول دخبرونو د خپرېدو په سبب په نيوکه کي راځي .
موږ د خپلو درنو لوستونکودمالوماتو په اړه د پاپ وروستي خبرونه خپاره کړي دي ، که د ښاغلي کټوازي د نيوکي تر سوټي لاندي هم راغلي يو ، د ليکني د راليږلو نه يې مننه کوو !
",افراطيت او يوويشتمه پېړۍ
2338,ضيا ساحل - کندهار,"
چمتو کوونکی : ضيا ساحل - کندهار
يادونه : بېنوا خپرنيزه څانګه له خپل نوي همکار ښاغلي ضيا ساحل څخه مننه کوي چي د کړي ژمني سره سم موږ او ( تاسو درانه لوستونکي ) په کندهار او د هيوادله يو شمېر نورو ولايتونوسره د ترکيې هيوادله خوا د ښووني او روزني په برخه کښي له پرمختګونو خبروي .
ترکيه د نهو کالو راهيسي په افغانستان کښي ښوونځي پرمخ بيايي
شاحسين هوتک افغان ترک نړيواله عالي لېسه - کندهار
داخو څرګنده خبره ده چي د يو ملت سياسي،ټولنيز،كلتوري اقتصادي پرمختك د ښووني و روزني سره سم تړاو لري او بېلګي يې نن سبا ټولو ته څرګندي دي لكه داروپايي ملكو په سلو كي ۹۸ اويا هم ۹۹ كسان د ښووني او روزني په ګاڼه سمبال دي او ورسره په هغه تناسب يې په هره برخه كي پرمختګ هم كړى، خو له بده مرغه زموږ هيواد له دې ستر نعمت څخه په بې ساري ډول بې برخي پاته شوى او په ځانګړي ډول د دې بدمرغۍ په راوستلو كي طالب لاسپوڅي حكومت هم ډېره ونډه لرلې ده لامل يې هم همدا ناپوهي وه چي بدبختۍ يې وزېږولې خو بيا هم د ظلم او استبداد په دې توره دوره كي د افغانستان يو له پخوانيو دوستو او نژدې هيوادونو څخه تركيې د ښووني او روزني په برخه كي خپله معنوي مرسته د افغانستان څخه و نه سپمول د دوى دامرستي يوازي تر افغانستان پوري محدودي نه بلكي نن سبا د نړى په ډېرو هيوادونو په ځانګړي ډول مسلمانو هيوادونو لكه د منځنى آسيا هيوادونو او شاوخوا ډېرو نورو هيوادونو كي د ښووني و روزني په برخه كي تر سره كېږي دامرستي په ظاهره توګه په تركيې كي يوې نامتو اسلامي ټولني (جماعت نور) په واسطه سرته رسېږي چي د دوى له كوله ( ددوی په وينا ) د تركيې له دولت سره هيڅ ډول ايډيولوژيك او نه هم كوم بل تړاو لري . او مالي ملاتړ يې د مسلمانو شتمنو تركانو له خوا كېږي.
د لمړي ځل لپاره په كال ۱۹۹۶ كي د همدې جماعت له خوانه د( ليسه دوستي افغان _ترك) په نامه په شبرغان كي لمړى ښونځى پرانستل شو. او د لنډي مودې په ترڅ كي يې نور ښونځي په مزار شريف ،سمنګان كي پرانستل او په كال ۱۹۹۹ كي يې په پلازمينه كابل كي (د آريانا افغان _ترك نړيواله ليسه) او ورپسې يې په كال ۲۰۰۰ م كي د ( زرغونه انا افغان_ ترك نړيواله عالي ليسه) په كندهار كي پرانستل چي په لنډ مهال كي دا ټوله ښوونځۍ د وخت د ښه او پرمختللو ښوونځيو په كتار كي راغلې.
كه د دې ښوونځيو د ښووني او روزني طرز العمل ته وګورو نو نه يوازي به يې د ځانګړتيا توپير د افغانستان د ښووني اورزني د طرزالعمل څخه تر سترګو شي بلكه د نورو هيوادونو د ښووني او روزني د طرزالعمل څخه به هم توپير ولري. نو رابه شو په افغانستان كي د دوى كار او فعاليت ته:
په افغانستان كي به د ټولو ښوونځيو په نماينده ګي د كندهار ښوونځى تر څېړني لاندي ونيسو.
په كال ۲۰۰۰ م د نوموړي ټولني غړي كندهار ته د ښوونځى د پرانستلو په نيت راغله نو د طالبانو د ځينو لوړپوړو چارواكو سره تر خبرو اترو وروسته دوى ته په كندهار كي د ښوونځى د پرانستلو اجازه وركړل شول چي د زرغونه انا ښوونځى په واك كي وركړل شول. لكه څنګه چي دا ښوونځى پخوا ودانه شوې وه ، په هېواد كي د جګړو له امله څه نا څه زيانمنه شوې وه نو د دې ښوونځى د بياجوړولو لپاره شل زره ډالره د همدې ټولني له خوا په و لګول شوې څو د وخت د ښكلو او پر مختللو ښوونځيو په سر كي و درېدل.
نوموړې ښوونځى زده كوونكي تر يو لړ ازمووينو وروسته د اووم ټولګى لپاره منل چي لمړى يې د كانكور ازموينه په تحريري ډول وه او دوهمه ازموينه يې په تقريري ډول اخستل كېده. په كندهار كي لمړى ځل د دې ښوونځى د ازمويني لپاره د ۷۰۰ تنو په شاوخوا كي د كندهار د بېلابېلو ښوونځيو زده كوونكو داخلې واخستې او د تحريري ازمويني په پايله كي ۱۲۰ تنه بريالي شول البته بايد يادونه و كړم چي د ازمويني سوالونه په سلو كي ۶۰ ساينسي او پاتي ۴۰ يې اجتماعي،ديني او... وه او ورپسې دوهمه ازموينه تقريري واخستل شول چي په پايله كي يې ۹۰ تنه بريالي شول چي په درو ټولګيو كي يې په زده كړو پيل وكړ خو له بده مرغه تر يوكال ښه تعليمي پرمختګ وروسته د طالبانو د ځينو سياسي مغريضينو له خوا پر تركانو په دې ښوونځيو كي د كار او فعاليت بنديز ولګېدى څو تركان بيرته له هيواده ستانه شول چي په پايله كي يې د سمنګان او شبرغان ښوونځۍ وتړل شوې، د مزار او كابل ښوونځۍ همداسي د نورو ښوونځيو په څېر بې سرنوشته پاته شوې او د كندهار ښوونځۍ د عرب القاعده اشغال ګرو په واك كي وركړل شول چي سمدلاسه د هغوى د غوښتني سره سم د دې ښوونځى نوم چي د ستر احمدشاه بابا د مورنوم (زرغونه انا) وو د خپل عرب ( فاتح الهند محمد بن قاسم ) په نامه واړوى په همدې ډول يې اداري واك هم ورځ په ورځ خپلوي تر څو په هيواد كي د بدلون راتلو او پر هيواد د امريكا د حملې پر مهال د عرب ملېشو د اوسېدو په ځاى بدل شو. د هرج مرج پر مهال كله چي طالبانو د كندهار ښار پرېښود نو دا ښوونځى هم د نورو خارجي موسسوو په څېر چور شول.
د نوي حكومت دراتلو څخه لنډه موده وروسته د زرغونه انا ښوونځى د پوهني د رياست له خوا د اصل سره سم د ښځينه زده كوونكو لپاره ځانګړې كړه او د افغان_ ترك ښوونځى د دوو دورو زده كوونكي چي د نهم او اتم ټولګۍ وه چي شمېر يې د ۱۸۰ تنو په شاوخوا كي وو د احمدشاه بابا ښوونځی د ادارې په واك كي وركړل شول. دامهال تركان يو ځل بيا هيواد ته د خپلو ښوونځيو د بيا پيلېدو په نيت راستانه شول چي لمړى د مزار،شبرغان ،كابل او تر دوه كاله لانجو و هڅو وروسته په كندهار كي خپله ښوونځى پرانستل.
دا ځلي يې دوى ته د شاه حسين هوتك عالي لېسې زړه ودانۍ په واك كي وركړل چي تر يوكال وروسته د همدې ټولني له خوا د ښوونځۍ په ساحه كي يوه درې پوړيزه پخه ښكلې او بنسټيزه ودانۍ د پنځه لكه ډالرو په لګښت جوړه شول ، د ښوونځی د چاپيريال كار اوس هم روان او د پياوړي لابراتوار جوړېدل هم په پلان كي دي.
اوسمهال په دې ښوونځۍ كي د څلورو دورو زده كوونكي چي عبارت له دوه ۱۲،۱۱،۹،۸ ټولګيو څخه چي په زيات شمېر زده کوونکي په زده كړو بوخت دي. د ادارې مدير تركى يو افغان معاون او يو هم تركى اداري معاون لري. البته د زده كړو مهال وېش يې اوسمهال داسي دى چي كله زده كوونكي د اتم ټولګى لپاره دا زمووينو څخه بريالى راووزي نو په لمړى څلور نيمو مياشتو كي پنځه ژبي ورته تدريسېږي لكه ( پښتو،دري،تركي،عربي،انګليسي). او په پاته څلور نيمو مياشتو كي د افغان تعليمي نصاب سره سم زده كړي تر سره كوي خو د نهم ټولګۍ څخه وروسته بيا د ساينسي مضامينو زده كړي په انګليسي ژبه په نړيوال معيار او نړيوال ميتود سره او نور مضامين زموږ د معيار او ميتود سره سم د افغاني او تركي ښوونكو له خوا ورته تدريسېږي .
هغه زده كوونكي چي دټول كال د ازمووينو نمرې د سلو څخه تر ۶۰ لږ وي تر يو ځلي بل ورسته بېله كومي پوښتني د ښوونځی له زده كړو څخه بې برخي كېږي. په ښوونځی كي د تركي و افغاني ښوونكو او زده كونكو تر منځ اړيكي ډېري دوستانه دي او په ښوونځی كي د اداري سخت نظم او ډيسيلين سره_ سره بيا هم زده كونكي ته پر ځاى ډېر وخت او واك وركول كېږي چي پايله يې ډېره ښه او له بده مرغه زموږ د هيواد په نورو ښوونځيو كي نه تر سترګو كېږي.
په نوموړو ښوونځيو كي تفريحي پرواګرامو ته هم ډېره پاملرنه كېږي چي د هري اونۍ په پاى كي د يوې ټولګۍ له خوا پر دريز پرواګرام چي په هغه كي شعرونه ، مقالې ، ذهني ازموينه، ډرامې او داسي نور شان وي وړاندي كېږي چي دا پروګرامونه د زده كوونكو د نور استعداد په روزلو كي ډېره لويه ونډه لري. او كله _ كله د ځينو ښوونځيو د يولسم ټولګۍ يو شمېر زده كونكوته چي د ښوونكو د رايو پر اساس ټاكل كېږي د تركيې د سير علمي لپاره هم آسانتياوي برابروي چي تېركال د ژمي په اوږدو رخصتيو كي د كابل او د دوبي په رخصتي كي له كندهار څخه ۱۶ تنه زده كوونكي د دوو تركي ښوونكو په مشرتوب تركيې ته د سير علمي لپاره واستول شول چي زه هم يو له دغه شپاړسو كسانو څخه وم. دا سفر ديوې مياشتي په ترڅ كي د مځكي له لاري پر ايران ترسره شو چي د دوو هيوادو (ايران و تركيې) غټو ښارونو لكه د ايران مشهد و تهران تاريخي ځايونه او د تركيې د سكاريا،بورسا،دوزجه،انتاليا، او استانبول ستر ښار له تاريخي ځايونو،ښوونځيو،پوهنتونو، فابريكو او تفريحي مشهورو ځايونو څخه ليدنه و شول.
نوموړي ټولنه د زده كونكو د لوړو زده كړو لپاره هر كال يو شمېر زده كونكي د تركيې د (يوس) ازموينه چي د خارجي زده كونكو څخه د تركي ژبي د امتياز پر بنسټ د تركيې په سفارتونو كي اخستل كېږي آماده كوي چي په ازموينه كي تر برياليتوب وروسته د دولتي بورس په شكل نه بلكه د تركي شتمنو په مالي مرستو به تركيې كي زده كړي ترسره كوي.
نوموړې ټولنه په پلان كي لري چي په راتلونكو كلونو كي د هيواد په نورو لويو ښارونو كي هم ښوونځي پرانيزي.
د د ې لويو مرستو او مقصدونو په اړه مي د همدې ټولني ديوه غړي كندهار د افغان_ترك ښوونځۍ مدير (عبدالقادر اكته بې) څخه چي د الازهر پوهنتون د حديثو له پوهنځی څخه فارغ التحصيل دى و پوښتل هغه په ځواب كي راته وويل:
موږ شكر ټول مسلمانان يو خو له بده مرغه نن سبا په نړۍ كي د مسلمانانو نوم ډېر بد كړل شوى دى مسلمانه نړۍ ورځ په ورځ ډېره كمزورې و بې اتفاقه كېږي او لامل يې همدا ناپوهي ده زما له انده هر كله كه زموږ څخه د غه درد ياني ناپوهي لري شي نو زموږ يووالى هم ورسره حتمي دى نو موږ هم په همدې اساس او همدې احساس څه چي په وسه وي د خپلو مسلمانو ورڼو څخه نه سپموو.
د خلګو له انده هم د دوى دا مرستي پر ځاى او اړي مرستي دي او هر څوك په دې هڅه كي دي چي د خپلي كورنى يو غړى په دې ښوونځيو كي شامل كړي تر څو ښه راتلونكي ولري .
انځورونه : دشاحسين هوتک افغان ترک عالي ليسې يو شمېر زده کوونکي او د ښوونځی څو نور اړخونه
وروستی انځور د يوې ډرامې د تمثيل پر وخت اخستل شوی دی . ",( شاحسين هوتک) افغان ترک نړيواله عالي لېسه
2339,,"
١٤ د وری ١٣٨٤
د کابل – جلال اباد د لوې لارې د ماهيپر په موړونو کې د يو مسافر وړونکي موټر د اووښتو له امله يوولس تنه مړه شوي دي.
خبر ځاي واې چې پېښه د لاری د خرابوالي او د موټر چلونکي د غلطۍ له امله رامنځ ته شوي ده.
په افغانستان کې لوي لاري ډيري خرابي دي او په ډېرو لارو کې خلکو ته دچلونکی د لږي غلطۍ له امله ځاني او مالي زيان رامنځ ته کيږي.
",په ماهيپر کې په يوی ترافيکي پېښه کې ١١ تنه مړه شول
2340,,"
١٤ د وری ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزي هغه ٢٥ زره يورو چې ده ته پروسږ کال په جرمني کې د يوې جايزې د ګټلو له امله ورکړل شوي وي، د هيواد د څلور دېرشو ولايتونو د ښوونځيو برياليو زده کونکو ته ورکړې.
په دې مناسبت په افغانستان کې يوه غونډه جوړه شوي وه چې حامد کرزي په کې دغه انعامونه يوسلو اوه تنو زده کونکو ته چې په خپلو ټولګيو کې په لومړۍ ، دوهمې او درېمې درجې بريالي شوي و، ورکړل. ",حامد کرزي وتلوزده کونکو ته انعامونه ورکړل
2341,,"
١٤ د وری ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ديکشنبې په ورځ د دوهم جان پاول په مړينې ژوره خواشيني څرګنده کړه.
هغه پاپ جان پاول د سولي په لاره کې يو نړېوال مشر وباله چې نړۍ له لاسه ورکړ.
ښاغلي کرزي په يوې خپرې شوي اعلاميه کې ويلي دي چې زه او ټول افغان ولس هغه ډېر مهم رول ته چې دوهم جان پاول په ټوله نړۍ کې د سولې ، زغم او د دينونو تر منځ د تفاهم د پياوړي کېدو په لاره کې لوبولی، د ډېر قدر په سترګه ګورو.
",کرزي د پاپ جان پاول په مړيني خپله غمرازي څرګنده کړه
2342,محبوب الله محبوب - اسلام اباد,"
غزل
ستا د مغرورو سترګو ست غواړمه
له تا نه دومره محبت غو اړمه
ما پر همدې دنيا د و ز خ ليدلی
زه پر همدې دنيا جنت غو ا ړمه
دا ظالمان چې مختورن شي په کې
له وخته نه مخکې قيامت غوا ړمه
چې زړه قاضي عقل وکيل وي په کې
مين ته داسې عدالت غو اړمه
رټې مې څله ،څه سوالګر خونه يم؟
زه خو هر څه په خپل همت غواړمه
مرګه په غېږ کې به دې نيسم ضرور
بس ،ديو څو ورځ مهلت غوا ړمه
زه د تکرار په ژبه نه پو هېږ م
زه روا يت نه ، بغا وت غوا ړمه
",زه روا يت نه ، بغا وت غوا ړمه
2343,محبوب الله محبوب - اسلام اباد,"
غزل
پوهه اوفکر شته خو زړونو کې احساس نشته دی
زما دې تن کې د مانا رنګين لبا س نشته دی
څنګه به اوس د تودې مينې هنګامه خوره شي
دښکلو سترګو کې دمينې کوز او پاس نشته دی
يا خو ستا زړه تر کاڼي کلک دی عاطفه نه لري
يا خو زما په رڼو اوښکو کې الما س نشته دی
مزدور دزړه وينه خوله کړي بيا ېې بېرته وڅښې
دخان په خوله کې درواغژن غوندې شاباس نشته دی
غليم به خود زما دوياړ څلي په نړوي
توره مې شته خو هغه زوراو هغه لاس نشته دی
ځکه دوخت ترخه شراب په خپله لپه څښمه
دې ميکده کې پيمانه نشته، ګيلاس نشته دی
ژوند تېرو مه ، خو دژوند په ما نا نه پوهېږم؟
هرکار کوم ،خو په يو کار کې مې اساس نشته دی
",احساس نشته دی
2344,,"
",
2345,سپېڅلی,"
دنويو بيټريو چارج په يوه دقيقه کې
د يوه جاپاني شرکت لخوا داسي يوه نوې د ليتيوم_ يون ډوله بيټرۍ معرفي سوي ده چې په يوه دقيقه کې په سلو کې٨٠ بيرته د سره چارجېږي.
د يوې انترنيتي خبري دستګاه له مخې دغه نوي بيټرۍ به د راتلونکي زيږ ديز کال په سر کې و پلورنځيو ته را شوه سي .
ددې بېټرۍ دفني ځانګړ تياوو نه ډېره په زړه پوري خبره داده چې د دې اوسنيو بيټريو په پرتله شپېته ځله چابکه ډکېږي يا ډېر ژر بيرته چارجېږي .
ددې چټکتيا او د وخت دﻻسته راوړلو چم يوازي دنانو په نامه د يوه تخنيک نه کار اخيستنه ده . اوهغه هم په دی ډول چې د نانو ذرې په بيټری کې کرل سوېدي او دغه ذرې ددې باعث ګرځي چې دبيټری د دالکتروليت دجوړښت د تجزيې مخه و نيسي.کوم چي داعمل په اوسنيو بيټريو کې تر سره کېږي .
دنانو ذرې داوړتيا لري چې دليتيوم يونونه په ډېري چټکتيا سره داسي جذب سي چې الکتروډونه پرخپل وخت ﻻس نخوړلي پاتې شي .
په دې ډول ده چې د چارجېدو پر عمليې باندي ډېر لوړ سرعت ﻻس ته راځي او په نتيجه کې دبيټری دوام زياتېږي .
د ""توشيبا"" جاپاني شرکت اعلان کړيدی چې په خپلو ازمايښګاوو کې يې زر ځله د چارج او بيا چارج عمليه ازمويلې او ورته جوته سوېده چې ددې نوي بيټرۍ ظرفيت يوازي په سلو کې يو کم سوی دی .
ددغي بيټری توليد به په لوړه کچه په کال ٢٠٠٦ کې پيل شي او په لومړني ګام کې به د موټر جوړولو په صنعت او دهغه په مربوطه ښاخو کې کار ځني واخيستل سي. خو ويل کيږي چې په را وروسته کې به په کمپيوټرو او لپ ټاپ کې هم وکارول سي .
تر اوسه ودې بيټريو ته بيه نه ده ټاکله سوې .
",دنويو بيټريو چارج په يوه دقيقه کې
2346,,"
په دې وروستيو كې د لومړي ځل لپاره په پكتيكا كې د ښځو چارو رياست جوړ شو. دغه راز د نورو فرهنګي او ادبي ټولنو تر څنګ، پكتيكا مدني او پرمختيايي ټولنه جوړه شوه، چې په دې وروستيو كې له عدليې وزارت سره ثبت شوې ده. دې ټولنې وكړاى شول چې د په دې ولايت كې د (ولس غږ) په نامه يوه نادولتي راډيو فعاله كړي، چې مالي مرسته يې انټرنيوز او اپيپ (د افغانستان لپاره د لومړنيو زده كړو پروګرام) ورسره كړې ده او د FM په څپو كې به خپرونې كوي.پكتيكا مدني او پرمختيايي ټولنې سرپرست محمد حليم فدايي بېنوا ته په يوه مركه كې وويل: ”اصلاً د دې راډيو موخه دا ده چې نړيوالو او خپل ولس ته د دې ولايت رښتينى انځور وړاندې كړو او د خپل ولس په ملاتړ خبرې وكړو او بالاخره د ولسي چارواكو او موسساتو ترمنځ واټن ختم او مينه په كې قوي كړو، موږ د پكتيكا او افغان ولس د ملي ديني سياستونو خلاف خبرې ختموو، غواړو چې په خپل هېواد كې ملي يووالى تقويه كړو او د پوهنې په ډګر كې نه ستړي كېدونكي خدمتونه ترسره كړو“.ټاكل شوې ده چې دا راډيو د سه شنبه په ورځ په رسمي ډول پرانيستل شي، په راډيو كې پنځه كسان كا ركوي، چې د انټرنيوز له خوا روزل شوي دي.فدايي د نورو تر څنګ د دې ولايت د والي حاجي محمد ګلاب منګل د همكارۍ يادونه هم وكړه، چې د دوى ډېر لاسنيوى يې كړى دى ",په پكتيكا كې يوې نادولتي راډيو په كار پيل وكړ
2347,عبدالاحد پيغام,"
دحسن اعجاز
بيا په شونډودګلاب كي دجنون هوس نڅيږي
بيا دحسن په هرباغ كي دمستي خمار پاڅيږي
بيا په سترګودنرګس كي دپيا لومستي شرنګيږي
بيا دمستوپه خلوت كي رندانه نغمي ږغيږي
را ته وايه پسرليه !دادكوم حسن اعجازدي ؟
چي په غيږدطبيعت كي دجنون ليوني سازدي ؟
ساړه غرونه لمبه كيږي دغاټولوپه څپوكي
وچي دښتي لاهوكيږي دمستي مستونشوكي
يخي واوري ويلي كيږي دوږموپه ترانوكي
ابشارونه لاخروښيږي ددروپه ګريوانوكي
صدقه دي شم جانانه ! دادكومي نغمي شرنګ دي ؟
دسخي حسن خيرات دي كه داستا دجلوي رنګ دي ؟
هغه وخت مي ياددي چي ژوندون نه و،مرګونه وو
زورو،زولني وي ،هتكړي وي، ځنځيرونه وو
سوي سوي چيغي ،جنازي وي ،كفنونه وو
كونډي يتيمان وو،تالاشوي ارمانونه وو
اوس نومستي راوړه ډك جامونه دژوندون غواړو
ننګ غواړو،نښان غواړو دهيلوسباوون غواړو
لوټ دميني باغ و،اووران شوي ګودرونه وو
نه ټولي دپيغلو نه يي مست مست اتڼونه وو
نه نغمي په ژبه نيمه خوايي مجلسونه وو
وراني ميخاني وي اومات سوي يي جامونه وو
راشه ساقي راشه ډكي ډكي پيماني راوړه
جاردي ترلاسوشم په لاسونوكي لمبي راوړه
ښه شوپسرليه چي ته راغلي له پيالوسره
هاردګلولاس كي دګلاب له اميلوسره
اوښكودشبنم اودبلبل له ترانوسره
شوركي دمستيو اودحسن له څپوسره
وشينده رنګونه مست رنګين زموږ ماښام كړه
بيا له توروخاورو،كوڅه جوړه دخيام كړه
",دحسن اعجاز
2348,سپېڅلی,"
هغه دريابونه چې د نړېوالي پولو نه تېرېږي ښايې چې د اوبو د وېش پر سر ناخوږی دځانه سره راوړي.
دسې شنبې ورځ دمارچ ٢٢ مه داوبو نړېواله ورځ وه. په کال ٢٠٠٥ کې ددې ورځي ياني "" اوبه د ژوندون دپاره "" لمانځل د هغې لسېزي پيل سوه چې ملګرو ملتو د خپلو نړېوالو هڅو په کتار کې ځانګړې کړېده .
په دې لسېزه کې ددې سازمان د نړېوالي هڅو موخه په دې نيت کې نغښتی ده چې وايې تر ٢٠١٥مه کاله پوري به د هغو کسانو شمېر چې و صحي اوبو ته اړتيا لري و صفر ته را ټيته سي .
دا هدف يو د هغو اته ګونو موخو نه دی چې د ملګرو ملتو لخوا يې ددې زرېزي د پرمختيايې اهدافو د پاره ټاکلی دی . د نړی د شپږو تنو نه يو د صحي چښلو د اوبو توان نلري او ددريو تنو نه يو د فضلې د صحي سيستم نه برخه من نه دي.
خو اوبه يوازي د څښاک او مينځلو لپاره نه کارېږي. داوبو د زېرمو نه ددو نه دريمه برخه په کرهڼه کې کارول کېږي چې نيمه يې بيا بېځايه ځې .
په افريقا کې د چينونه اوبه راوړل په يوه کال کې د خلګو څلوېښت ميليارډه ساعته وخت خوري.
د ناپاکو اوبو او ډمو د زېرمو کارول هم په نړۍ کې د ټولو مرضو په سلوکې اتيا جوړه وي
اوبه ياني ژوند، خو هر کال د ددريومليونو نه زيات کسان د نا پاکه ، لړلو اود ډم داوبو د څښلو په وجه مري او يا په ټوله نړی کې د ډېرو مرګوني ناجوړيو لکه وبا، ملريا او د نس ناستي باندي اخته کېږي. اوس داوبو څخه پر ځاي او معقوله استفاده دنړی د غذايې اړتياوو دپوره کولو په يوه اصلي ټکی بدل سوی دی.
داوبو پر سر سيالي او ناندری هم دجګړې د اور د بلولو يو عامل دی . د نړۍ ډېر ستررودونه لکه ډانيوب، دجله، فرات او برهما پوټرا چې دنړۍ د پولو نه تېرېږي، ددې اوبو نه په کاراخيستنه کې چې هرچا ځانته د لومړيتو ب حق ورکړيدي نو تل يې د جګړو او اختلافونو اور ته هم لمن وهلې ده .
",اوبه د ژوند لپاره لسيزه پيل شوه
2349,حقمل,"
په لسګونه تنه وسله واله عراقي ښورښيانو بغداد ته څېرمه د ابو غريب پر نامي زندان باندي يرغل کړی دی.
دامريکا پوځ ددې خبر په تاييد اعلان وکړ چې امريکايې سر تېرو وښورښيانو ته ځواب ويلي او اوس يې په دې زندان کې نظم ساتلی دی.
ويل کېږي چې د ابو غريب د زندان په دې يرغل کې د څلوېښتو نه تر شپېتوتنو ښورښيانو برخه اخيستې وه . يوه مسئول چارواکي دا هم ويلي دي چې دا يوه ډېره لويه او سازمان سوی بريد وو.
ځيني رپوټو نه وايې چې په دې بريد کې٤٤ امريکايې سرتيري او١٢ تنه بنديان ټپيان سويدي.
دا حمله په داسي وخت کې تر سره سوه چې هم عراقي چارواکو او هم امريکايې لوړ کچو به ويل چې د جنوری مياشتي د ټولټاکنو نه را وروسته په دې هېواد کې د زور زياتی لمن را ټوله سوېده.
اوس اوس دابو غريب په زندان کې څه ناڅه ٣٠٠٠ بنديان شته او پر سږ کال دامريکايانو د ناسم او رسوا سلوک په وجه ددې بندې خاني ناوړه خبرونه او رسوايې ان د ټولې نړۍ د خبرنو په سر خط کې ځاي نيولی وو.
",دابوغريب په زندان کې وسله واله نښته
2350,,"
",
2351,,"
١٥ د وری ١٣٨٤
افغانستان د ١٣٨٤ کال لپاره پرمختيايې بودجه اعلان کړي ده.
دغه بودجه چې څه د پاسه څلور ملياردو ډالرو ته رسيږي، درېمه برخه به يې د امنيت په چارو لږول کيږي.
د بودجې يوه لويه برخه د افغانستان بيا رغونې او پرمختياته بېله شوي ده خو د ماليې وزير ويلي چې حکومت به د هغو پرمختيايې پروژو اختيار ونلري چې امريکا او اروپايې ټولنه ورته پېسي ورکوي. ",افغانستان د ١٣٨٤ کال بودجه اعلان کړه
2352,سپېڅلی,"
١٦ دوری ١٣٨٤
دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص
د سينسيناتي دپوهنتون څېړونکې په دې نيژدې وختوکې داسي يو ډول پروتيين موندلي دي چې د پښتورګو د ناروغيو په اړه تشخيص کوي . د سينسيناتي د ماشومانو دشفاخانې د طبي مرکز څېړندويان په دې هکله وايې چې دغه پروتيين چې NGAL نوميږي د پښتورګو د ناروغۍ په هکله ډېر روښانه او منلی تشخيص را وړاندي کوي. د medlineplus انترنيتي رسنی په حواله ددې پروتيين نه په استفادې سره کېداي سي چې د څو ساعتو په اوږدو کې د پښتورګي تکليف تشخيص او په تداوی يې ﻻس پوري سي. دا په داسي حال کې تر سره کيږي چې د نني آزمايښتو دپاره لږ تر لږه د يوې نه تر درو ورځو پوري وخت په کار دی . په داسي يو بېړني تشخيص سره اوس کېداي سي چې په ډېره چټکتيا اوپه ډېر لږ مصرف او د بري په ډېر لوړ اطمينان سره څوک په دې و توانيږي چې د پښتورګو د ناروغۍ علاج وکړي . اوس د هغو ناروغانو دجملې نه چې بستري کېږي په سلو کې پنځه او د هغو نورو بيا په سلو کې د دېرشو نه تر پنځوسو پوري چې دپښتورګو د ناروغۍ له کبله تر ځانګړي مراقبت لاندي بستري کېږي د تشخيص د ځنډ او نورو دليلونو له امله خپل ژوند د ﻻسه ورکوي ددې مطالعې پايلې د "" LANCET "" د خپروني په وروستی ګڼه کې چاپ سوي دي ",دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص
2353,,"
١٦ د وري ١٣٨٤
د کندهار د ديني عالمانو يوه ډله چې د زابل، ارزګان او هلمند ديني عالمان هم په کې دي، هرات ته تللې ده، څو د هغه ولايت ديني عالمان له ځان سره ملګري کړي.
دوي د هرات په عالمانو ږغ کړي چې په هيواد کې د ملي وحدت له چاري سره ملګري شي.
دې عالمانو ويلي دي چې نور بايد ديني عالمان لاس تر زنې کښېنه ني ، د ديني عولومو تر څنګ د عصري عولومو زدکړي ته ملا وتړي، د کمپيوټر او انټرنټ زده کړې وکړي او ددې لارې د دين اود هيواد په پرمختګ کې برخه واخلي. ",افغان ديني عالمان د کمپيو ټر او انټرنيټ زدکړې اړينې بولي
2354,,"
١٦ د وری ١٣٨٤
د کونړ ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ټليفوني اسانتياو د نشتوالي څخه سر ټکوي.
دوي واي چې په ولايت کې نه ډېجيټل او نه هم د ګرځنده ټليفونونو شبکې شته او دوي مجبوره دي چې د ټليفون لپاره جلال اباد ته ولاړ شي.
دوي د افغانستان د مرکز ي دولت او د هغو ټليفوني کمپنيو څخه چې د هيواد په نورو ولايتونو کې يې خلکو ته ټليفوني اسانتياوې برابري کړي دي ، غواړي چې په کونړ کې هم د ډېجيټل او ګرځنده ټليفونونو دستګاه وي جوړي کړي تر څو د دوي ستونزي حل شي. ",د کونړولايت خلک ټليفوني اسانتياوې غواړي
2355,نظيفه غزل,"
Exclusive Benawa.com
د ۱۳۸۴ لمريز كال لپاره عادي بودجه، د ۱۳۸۳ لمريز كال د كب د مياشتې پر ۲۵ مه نېټه د كابينې په غونډه كې د ماليې د وزير له خوا وړاندې شوه، چې تر بحث وروسته تاييد شوه.
د ۱۳۸۴ ل كال عادي بودجه چې د كليدي فكټورونو پر رښتينو ارزونو ولاړه ده او ۳۲،۸۸۳ مليارده افغانۍ (دوه دېرش مليارده اته سوه دري دېرش مليونه افغانۍ) چې د ۶۷۸ مليونه ډالرو انډول كېږي، اټكل شوې ده.
د ۱۳۸۴ل كال لپاره د موجوده مالي سرچينو مجموع ۳۲،۸۸۳ مليارده افغانۍ (۶۷۸ مليونه ډالره) كېږي، چې له كورنيو عوايدو څخه ۱۶،۱۵ ملياده افغانۍ چې د ۳۳۳ مليونه ډالرو معادل كېږي، دغه راز ۱۳،۵۸ ملياره افغانۍ چې د ۲۸۰ مليونه ډالرو معادل دي د افغانستان د بيارغونې له امانت صندوق څخه او ۳،۱۵ مليارده افغانۍ چې د ۶۵ مليونه ډالرو معادل كېږي د قانون او نظم له امانت صندوق څخه به لاسته راځي.
كورني عوايد به د عادي بودجې د نيمايي اړتيا لپاره كفايت كوي. په ۱۳۸۴ل كال كې رښتينې وده په سلو كې ۱۰،۱ اټكل شوې ده. دغه راز په كال كې پولي تورم ۱۰% اټكل شوى، چې د امريكايي ډالرو په وړاندې د افغانۍ د تبادلې بيه ۴۸،۵ افغانۍ منل شوې ده.
د وزارتونو او موسسو لپاره عادي مصرفي بودجه ۲۸۶۴۸،۵ مليونه افغانۍ، ملي شورا ته ۲۴۵ مليونه افغانۍ، د اداري اصلاحاتو پروګرام ته ۸۰۰ مليونه افغانۍ، د نړيوال غړيتوب وركړې ته ۱۵۰ مليونه افغانۍ، د پورونو ربحې ته ۴۰۴ مليونه افغانۍ، د ملكي او پوځي متقاعدينو حقوقو ته ۷۲۴ مليونه افغانۍ، دغه راز شهدا او معلولينو ته۷۳۵ مليونه افغانۍ اټكل شوې دي.
د ۱۳۸۴ل كال په بودجه كې، د پوهنې په برخه كې ۵،۷ مليارده افغانۍ، چې د ټولو پروګرامونو ۱۹% كېږي، تخصيص شوې دي. د مالي سرچينو اوسنى تخصيص د دې سكټور د بنسټيزو ستونزو د حل لپاره په پام كې نيول شوى دى، په پام كې ده چې ۱۱۰۰۰ نوي ښوونكي استخدام شي.
",د ۱۳۸۴ ل كال عادي بودجه
2356,نظيفه غزل,"
Exclusive Benawa.com
د ۱۳۸۴ل كال پراختيايي بودجه د وري د ۱۳ مې نېټې په يوه يوه غونډه كې د افغانستان اسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا ته وړاندې او تر بحثونو وروسته تصويب شوه.
د ۱۳۸۴ل كال د بودجې ټول مصارف ۴۷۵۲،۵ مليون امريكايي ډالره اټكل شوي دي.
له دغو مصارفو څخه ۶۷۸ مليون امريكايي ډالره عادي بودجه ده، چې د ۱۳۸۳ل كال د كب پر ۲۵ مه نېټه تصويب شوه چې دا دى د ۱۳۸۴ل كال پراختيايي بودجه ۴۰۷۴،۵ مليون ډالره ده.
ټاكل شوې ده د پراختيايي بودجې د مصارفو له مجموع څخه ۹۳۶،۱ مليون ډالره د دولت له خوا (د ماليې وزارت د خزاينو رياست د له خوا د پيسو د وركړې له لارې) او ۳۱۳۸،۴ مليون ډالره بيا په مستقيم ډول د تمويلوونكو له خوا تطبيقووونكو موسسو ته وركړل شي.
ځينې مالي مرستندويان لكه نړيوال بانك، اسيايي پرمختيايي بانك، د امريكا متحد ايالتونه، ډنمارك او نيدرلېنډ هېوادونه به د خزاينو د رياست له خوا خپلې قرضې او بلاعوضه مرستې مشخصو پروژو ته ارائه كوي.
په پراختيايي بودجه كې پرمختيايي پروژې هم راځي، چې په نېغ ډول به د مرستندويو هېوادونو له خوا د نادولتي سرچينو له خوا تمويل او تطبيق شي. د دې ډول مرستو پيسې به د ماليې وزارت د خزاينو د رياست له خوا څخه نه اجرا كېږي.
بايد څرګنده شي چې د اوس مهال پراختيايي لګښتونه لنډمهالې بودجه ده، چې په نهايي بودجه كې به نوې مرستې هم راځي او د ۱۳۸۴ل كال د غبرګولي تر مياشتې پورې به تصويب او اعلان شي.
د ماليې وزير ښاغلي پوهاند ډاكټر انوارالحق احدي د هېواد د بودجې په باب وويل:
”د بودجې ترتيب او سپارل د وزارتونو لپاره د عامه پانګونې له پروګرامونو څخه دى. اړوند وزارتونو او د بودجې كمېټې د ۱۳۸۳ل كال د سلواغې په مياشت كې د بودجې په باب مجلسونه ونيول چې پر هر پروګرام يې خبرې وكړې. د ماليې وزارت په دوامداره توګه له نورو وزارتونو سره د پراختيايي بودجې د منلو په باب مشورې كړې دي.د پراختيايي پروګرامونو زياتې برخې به د سړكونو جوړول، مخابرات، هوايي چلن، اوبه لګول او نورې بنسټيزې پروژې وي، چې دغو بنسټيزو پروژو ته په ۱۳۸۳ل كال كې ۷۱۰ مليون ډالره ځانګړي شوي، چې دولت ټولنيزو لګښتونو ته هم يوه ښه بودجه په پام كې نيولې ده، په دې ترڅ كې يې د ملي تړون پروګرام، د كارموندنې بېړني پروګرام، روغتيا او د كاري وړتياوو ودې ته يې ۲۴۷ مليون ډالره بېل كړي چې په همدې برخه كې به يې لګوي“. ",د ۱۳۸۴ لمريز كال پراختيايي بودجه
2357,محمود نظري - لندن,"
محمود نظري - لندن
هــــــــــــــــــوا. . . . . . . . .
د (. پنجاه شد بسته کو!) ږغ سره د کانتينر ور له بهر نه وتړل سو.د دوبي د لمر سوځونکو وړانګو له کانتينر نه سور تنور جوړ کړی و له ديوالو نه يې لکه د سرې تبۍ بړاس پورته کيده، د هر چا ﻻس، پښه يا مخ به چې ترې وموښت د اه کريغه به يې له خولې ووته.هلته لکه قبر توره تياره وه، تکه توره شپه وه، څه نه ښکاريده، څنګ تر څنګ وﻻړو تخته سوو انسانانو يو بل نه لېده، هوا بنده وه ، هلته کومه کړکۍ، سوری او يا درز نه و، دا تنور وو چې انسانان په کي اچول سوي وه .
د کانتينر په اخير کي د تبۍ غوندي سره ديوال ته يوه ډډه لګولې وه په دوو ګوتو په داسي حال کي چې ځنګونونه يې پورته درولي او ﻻسونه يې پر راڅرخولي وه ناست او په دوو ګوتو يې تسبې اړولې او ورو ورو يې له ځانه سره څه وويل.
تودوخه، تياره او د هوا نستوالۍ او د ځای تنګوالۍ د پسو غوندي تخته سوو انسانانو نارې، غلبلې، شور، بکاو،چيغې ، فرياد ،اوف خدايه نارې ، زګيروی او کوکاري د کانتينر فضا ډکه کړې وه :
هوا! هوا! هوا !هوا!...
يوه په بوغارو بوغارو ويل: اه خدايه ستا په دې ارته نړۍ کي داسي انسانان هم سته چې هوا يې په بل نه ده پيرزو!
د يوه سپين ږيري زګيروی و په خوله کې يې ګوتي اچولي وې او نور يې له ځانه پوري واهله او نارې يې واهلې :
هوا! هــــــــــــــــــــــــــــــــوا! ...
خو په وﻻړي يې په سلګۍ سلګۍ سا ورکړه، اوپه يو بل وﻻړ ور ولويد،هغه ږغ کړه : وروره ځان ټينګ که خو د هغه بدن لکه لرګی وچ وو.
هغه سړي بيا نارې کړې :
دا خو مړ دی!
يوه وويل :وروره همداسي پورته يې تکيه کړه!
يوه بل په خواشينۍ ږغ کړل :
وړونو د کانتينر ديوالونه وډبوۍ!
هغه چې د کانتينر ديوالو ته نژدې وه د کانتينر په ډبولو يې پيل وکړچا په ﻻسو چا په پښو چا په خپلو چمپلانو او چه وټو چا په خپلو څنګلو د کانتينر ديوالونه ډبول، دې ډبولو ازانګې جوړې کړي وې
ډبه ډبه ... ډبه ډبه ... ډبه ډبه ...
خو بهر هغه چا نه اوريده لکه چې ټول کاڼه او ړانده سوي وه يا يې سر نه خلاصاوه يا له خدايه نه وېرېدل ...
نور په پښو ، ﻻسو او څنګلو کې توان نه وو پاته نو سرونه يې د وسپني ديوالو ته ونيول :
ډبه ډبه ... ډبه ډبه .... ډبه ډبه ...
د کانتينر ديوالونه په وينو ورنګېدل او لکه په تبۍ چې اوبه واچوې د وينود وچيدو بړاس ترې پورته سو .
خو دا چا نه اوريده لکه چې بهر د انسانانو په څيره کې ماشينان وﻻړ وه .
نور نو د نهيلۍ څپه خپره سوه خوږمن زړونه نور هم نا اومېده او خوابدي سوه د يوې شېبې لپاره چوپه چوپتيا سوه . د لسو_ دولسو تنو پښې سوستي او بې واکه سوې او پر نورو ورولوېدل هغو نورو دهوا د بچت په خاطر ځانونه پانسۍ کړي وو.
په سترګو ايله اوس دومره ښکاريده چې څوک مړه او څوک ژوندي دي خو هر ژوندي يو مړی په غېږ کي نيولی و او دواړو رډ رډ کتل، يوه نارې کړې :
شهيدان د کانتينر و اخير ته يو د بل په سر پرېباسۍ!
د مړو تيرول دا زګيروی او نارې نوري هم زياتي کړې همدا د بې وسو او بې کسو د نااوميدۍ زګيروی و.
هوا! هوا! هوا!....
يوه ناري کړه : وګورۍ وړونو په کوم سوري او درز پسي وګورئ!
يوه د اورلګيت د خاشی په اندازه يو سوری وموند او له خوشالۍ يې چيغې کړې دا دی يو سوری او هڅه يې کوله دا سوری غټ کړی او نوکان يې ورته ونيوله : ګريږه ګريږه ....
هر هغه څوک چې ځګندن ته نژدې و هغه به يې د خاشې سوری ته ورنژدې ګړ او هغه به چې خپله خوله د کانتينر ديوال ته ور وړه د شونډانو به يې جز سواو پوست به يې د کانتينر په سور ديوال وموښت .
يو ځوان چي خپله سينه يې په سوک ډبوله او سا يې په اوږو شړله، ايشيدلې تبه يې وه، ژبه يې له خولې راوتلې وه او په سا نيولې سا نيولې يې ويل :
هوا! هوا! اوبه !
يو هلک چې د پنځلس شپاړس کالو و خپل خامکي دسمال چې د خور د ﻻس نښه يې وه په خپلو خولو لونداوه اود هغه په شونډانو يې تېرا وه
دې ځوان دا هلک وپيژانده او ورته يې ورو وويل :
جانانه! او څو ځله يې سترګې ورپولې او زياته يې کړه :
دا زما مور ته ووايه! او په وړو وړو سلګيو يې په وﻻړی سا ورکړه .
د بهر نه بيا د مرميو ږغ پورته سو دلته بيا ډبول پيل سول :
ډبه ډبه... ډبه ډبه... ډبه ډبه...
يوه پر سوري سترګه برابره کړه، با ڼه يې پر ديوال وموښتل خو څه يې ونه ليدل .
يوه په خولې کې ګوتي اچولي وې او خپله خوله يې سره کشوله، سينه يې راپړسېدلې وه ژبه يې راوتلې او شونډان يې رپيدل خو له خولې نه يې څه نه وتل ټول بدن يې ريږديده پر جانان يې تکيه کړې وه جانان به خپل خامکي دسمال په خپلو خولو لوند کړ او د هغه په شونډو به يې ورتير کړ،نبض يې زيات په غورځېدو سو
هغه د جانان په وينو لړلی ﻻس ونيوی د هغه په سترګو کې اوښکې لغړيدې مازی يې د ومره وويل :
جانانه! دا زما.. زوی ...زوی ..نور يې ژبه ګنګوړه سوه .
د سترګو تور او سپين سره وﻻړل ﻻسونه او پښې يې سست سول اوولويد جانان هغه تکيه کړ. اوهغه يې ﻻس په ﻻس د کانتينر اخير ته تېر کړ. يو بل بيا ﻻسونه لپه نيولي او سا يې ورکړې وه او همداسي شخ ( وچ ) پاته و
شپږ اووه چې سرونه يې له وسپني له ديواله سره جنګولي وه يو په بل پسي سا ورکړه .
جانان په خپلو خولولوند دستمال د يوه يوه په خوله او شونډانو موښه، د اخير نه د دعا ږغ ودريد ، د هوا هوا نارې وار په وار کمېدې
يو يو ﻻ اوس هم سوري ته ورنژدې کېده خو سوری هم هوا ورته نه پريښودله
د جانان و سترګو ته يې خور ودريده هغې ورته ويل: زما د ﻻس نښه ورکه نه کړې...
. د جانان بدن هم سست سو خور يې ورته کږې وږې ليکي سوې او دا ليکي يې سترګو ته دوري هوري کېدې، اوږې يې درنې وې خپل خامکي دسمال يې په ﻻس کي ټينګ کړ
نوره چوپه چوپتيا خپره سوه .
کله چي د کانتينر ور پرانستل سو د هغه مړي لکه د نورو کانتينرونوغوندي يوې کندي ته وغورځول سول . د جانان ﻻسونه وښوريدل او چيغې يې کړې خو بيا هم چا نه اوريدل، خلکو ورته کتل او ورباندی يې خندل او بيلدوزر خاوری ورباندي تويولې. جانان ايله په وينو او خولو لړلی خامکی دستمال له خاورونه را بهر کړ او هغه يې د دی ټولو شهيدانو جنډه وګرځوله .
جنډه په رپيدو سوه تر اوسه دسهار نرۍ وږمې د دې کوچنۍ جنډې د رپيدو د ږغ موجونه تر ليروليروسيمو ، د خلکو تر غوږو رسوي . ",هوا، هوا ، اوبه
2358,محمود نظري - لندن,"
هــــــــــــــــــوا

تودوخه، تياره او د هوا نستوالۍ او د ځای تنګوالۍ د پسو غوندي تخته سوو انسانانو نارې، غلبلې، شور، بکاو،چيغې ، فرياد ،اوف خدايه نارې ، زګيروي او کوکارو د کانتينر فضا ډکه کړې وه :
هوا! هوا! هوا !هوا! ...

جانانه! او څو ځله يې سترګې ورَپولې او زياته يې کړه :

جنډه په رپيدو سوه تر اوسه دسهار نرۍ وږمې د دې کوچنۍ جنډې د رپيدو د ږغ موجونه تر ليروليروسيمو ، د خلکو تر غوږو رسوي . ليکوال : (( محمود نظري ))
",. . . زګيروي او کوکارو د کانتينر فضا ډکه کړې وه :
2359,,"
",
2360,سپېڅلي,"
١٧ دوری ١٣٨٤
طبي څېړونکو داسي ګولۍ يا ټابليټ جوړکړی دي چې کولاي سي دانسان عمر تر دېرشو کالو پوري زيات کړي.د آنانوا د اينترنتي رسنی په حواله د آبردين پوهنتون پروفيسر جان اسپيكمن ددې څېړني په اړه چې څرنګه کېداي سي دبدن د سون او جوړښت جريان ته بدلون ور کې يوه د ۴۵۰ زرو ډالرو جايزه يې تر ﻻسه کړېده .پروفيسراسپيكمن او همکارانو يې داخبره موندلې ده چې په هغو موږکانو کې چې په بدن کې يې د سون او جوړښت اندازه لوړه وي نو تر نورو ډېر عمر کوي .دتيروكسين زياته اندازه هورمونونه چې په حلق کې جوړېږي ددې جريانه سره مرسته کوي . همدا رنګه دغه جريان د لږ خپلواکه راديکالونو پر جوړښت باندي تمامېږي کوم چې کولاې سي د بدن و بافتو ته ضرر ورسوي.پروفسور اسپيكمن زياته کړېده چې ددې درمل انساني آزمايښتونه به تر لسو راتلونکې کلونو پوري به پيل سي ",دعمر د ډېريدو ټابليټ
2361,سپېڅلی,"
١٧د وری ١٣٨٤
امريکا زلمی خليل زاد په عراق کې دخپل نوي سفير په توګه معرفي کړی دی.
ښاغلي خليل زاد د شپاړسو مياشتو راهيسي په افغانستان کې د امريکا نمايند ګي کوله.
په دې نوي دنده کې دهغه ټاکنه چې بايد د امريکا د سنا لخوا تائيد سي دامريکا د بهرنيو چارو وزيري کانډوليزه رايس اعلان کړی دی.
اغلي رايس وويل "" خوشاله يم چې د جمهور رئيس نيت، په عراق کې زموږ د نوي سفير په توګه د ښاغلي خليل زادټاکنه اعلاموم.""
په عراق کې د امريکا پخوانی سفيرجان نگروپونته د امريکادملي امنيت د اطلاعاتو د رئيس په توګه ټاکل سوی دی.
ښاغلي خليل زاد٥٤ کلن دامريکا تبعه دی چې په افغانستان کې زېږېدلی دی . هغه په کال٢٠٠٠ کې د طالبانو د را پرځېدو وروسته د امريکا د خاص استازي په توګه يې په افغانستان کې دنده تر سره کوله .
",زلمی خليل زاد په عراق کې د امريکا نوی سفير وټاکل سو
2362,,"
١٨ورى، ١٣٨٤
کابل: په غزني کې د چارشنبې د ورځي د يوې چورلکي د رالويدو په پيښه کې د مړوکسانو شمېر ١٦ تاييد سوى چې ټول يې امريکايان دي. امريکايۍ چورلکه دغزني ښار ته نږدې نسکوره سوه. د پيښـي له ځايه عيني شاهدان وايې چې چورلکه دماسپين په دوه بجې د ښار ختيځ ته د ده خداىداد په کلې کې راپرېوته. په وژل سوو کسانو کې نه تنه پوځي سرتيري او نور پاتي قرارديان وو. په کابل کې امريکايې چارواکو د مړو سوو کسانو د نومونو له ښودلو څخه ډډه کړې خو د ټولي سورلۍ د مړيني خبر يې تاييد کړى دى. يوې امريکايې وياندي وويل دوو چينوک ډوله چورلکو په سيمه کې ځانګړې پوځي عمليات ترسره کول چې يوه يې بګرام ته په لاره په غزني کي د ناسمي هوا لامله راپرېوته. په افغانستان کې همدا اوس د امريکا ترمشرۍ لاندي١٨٠٠٠سرتيري د طالبانو او القاعده جنګياليو د پلټنې په عملياتو بوخت دي.
د پيښي لاملونه تر اوسه په باوري ډول ډاګيز نه دي. په تېرکې طالبانو دداسي پيښو پړه په غاړه اخيسته. خو د دې پيښي پړه تر اوسه چا نه ده منلي. که څه هم دولتي او امريکايي چارواکي هڅه کوي د داسي پيښو لامل طبيعي وښيې خو ځينې کتونکي دې ته د شک په سترګه ګوري چې ګواکي کوم امنيتي يا د ورانکارۍ هڅه دي تر شا نه وي.
په تېر ژمې کې امنيتي وضعه په غزني کې ارامه وه خو د پسرلي په راتګ سره طالب جنګياليو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې، په تيره بيا د هيواد په سهيل او ختيځ کې، سر را ښکاره کړى او هره ورځ د خونړيو پيښو خبر ورکول کيږي.
",په غزني کې د چورلکي درالوېدو لامله ١٦ امريکايان ووژل سول
2363,,"
په کندهار کې د آيينې مرکز
مطبوعاتي خبرتياداستاد محمد صديق پسرلي په وياړ سيمينار كندهار، د وري ۲۷مهد استاد محمد آصف صميم په وياړ سيمينار كندهار، د وري ۲٨مه",د آيينې مرکزخبرتيا
2364,,"
",
2365,اميرمحمد ليکوال - کلا سيف الله,"
افغان ماشوم
دا ستا ماشوم نازک نازک لاسونه
د سوخېدلو سوځېدلو نه ؤؤ.
دا ستا روښانه او معصومه تندای
د ښکلېدو ؤؤ ماتېدلو نه ؤؤ.
ستا په نازکه او ماشومه سینه
کي نن حالاتو پرهرونه جوړ کړل
ستا مشرانو ستا نزدې خپلوانو
تا ته بلا غوندي مخونه جوړ کړل
تا کله مينه هم ليدلې نه ده
ستا په زړګي کي نفرتونه اوسي
تا د ادې غېږه ليدلې نه ده
ستا په زړګي کي ارمانونه اوسي
تا د بابا خواږه خواږه ګايونه
په خپل ژوندون کي اورېدلي نه دي
تاته په مينه او د زړه له کومي
هيچا په ورين تندي خندلي نه دي
ستا د روزني ستا د زده کړي وخت و
دوی به په لاس کي بل اورونه درکړل
چی ستادژونددلیک اولوست ورځي وې
دوی به بمونه ټوپکونه درکړل
چي تا به درس د اِنسانیت زده کاؤه
دوئ به وويل چي انسان داسی وژنه
چی تا به مینه او خپلوي غوښتله
دوی به وويل چي خپلوان داسی وژنه
چی ستا د لوبو د کولو وخت و
دوی به مورچل دوی به سنګر ته بوتلې
چي ستا د ټال د ځنګېدلو وخت و
دوئ به د جنګ و جوړ محشر ته بوتلې
تا هم په دې کوچنی کوچنی لاسونو
بې ګنا څومره انسانان وویشتل
په څومره کرکه دي کتل ورته ډېر
د بل په خوله دي خپل خپلوان وويشتل
لا دي د خپلو ارمانونو قاتل
تر اوسه پوري پېژندلئ نه دئ
دا ستا رقیب ستا لباسي ملګرئ
تا په خپل تول کي تولَولئ نه دئ
لا دي تر اوسه د وويشتلو جذبه
په زړه کي اوس هم سړه شوې نه ده
لا دي په زړه کي د نفرت نخښي دي
په مرګ دي تنده ماته شوې نه ده
نن دي پښې ماتي دي لاسونه مات دي
په شل وجود خو جنګېدلای نشې
د بې وسۍ غشي دي زړه کي ښخ دي
په هیڅ هنر ئې رايستلای نشې
ګرانه! په دې جنګونو څه جوړه شوه؟؟
بې ګناه هسي ډېر سرونه لاړل
ډېری ښايستې ځوانۍ شوې توري خاوري
په کي مضبوط مضبوط لاسونه لاړل
راځئ چي هغه اغیار وپېژنو
چي ماتول غواړي زموږ د لاسو
راځئ چي هغه مړوندونه مات کړو
چي ورانول غواړي زموږ کورونه
",افغان ماشوم
2366,مولوي عبدالحق منصور,"
دلوی اوبخښونكي څښتن په سپيڅلي نامه",نبوي سيرت ( يوه يادونه )
2367,سپېڅلی,"
١٨ دوری ١٣٨٤ ",د مَفصلو يا بندو د پړسوب و علاج ته اُمېدونه
2368,پوهنوال ډاکټر عبدالخالق رشيد,"
پوهنوال ډاکټرعبدالخالق رشيد - کاناډا
١٨- وری - ١٣٨٤ لمريز
( دافغانستان ددولت ددغه اقدام قدردانى اودغزنيوالو يو وړانديز)
غزنى دافغانستان هغه تاريخى ښاردى چې ددغه هيواد په فرهنګي اوسياسي شته والي كې په هراړخيزه توګه دپاملرنې اويادونې ځاى اوونډه لري ، ښايې ډيرخلك اوډيركسان له دې ناخبره وي چې دغه اوسنى خړ پړ غزنى يووخت دآسيايې ښارونو ناوې بلل كيده اوله دغه ښاره دپوهې ، فرهنګ اوافغانيت برم اوشوكت دهند ترسمندره ،هغه خوا ترعربې نړۍ پورې رسيدلې اوغزيدلى و ، همداده چې غزنى دتاريخ اوفرهنګ په زرينوكرښوكې يوازې ديوه ولايت نوم نه دى بلكه دانوم له يوه داسې تلپاتې تمدن سره تړاو لري چې خپل ځان دبشريت له معنوي تاريخ سره دزرګونوكلونوپه اوږدو كې په خپله ځلا اوښكلاسره غزوي ، داسې چې په هراړخيزه توګه ديوه عالي اواسلامي رنسانس نښې اوارزښتونه له ځان سره له نسلونو ترنسلونوپورې غزوي .
دغزني تاريخ خورا لرغونى دى ، په لرغونوهندى ژبوكې ددغې سيمې نوم اويادونه په خورا پرتم اووياړ سره شوې ده ، په بودايې دوره كې هم غزنى له هغو بودايې مركزنو څخه و چې كابورا ، اراكوزيا ، باميكا اوبليكا اوګندارا يې سره تړل اوپه دغه ترڅ كې يې خپل تاريخى ، فرهنګې اومذهبې اهيميت درلود، ددغه ښار په شمال كې د اوسني جغتو سيمه پرته ده چې هلته كښل شوي ډبرليكونه په خپله تراوسه پورې دآسيا په تاريخ په تيره په بودايې دوره كې ديوې روښانه فرهنګې لړۍ نښې نښانې له ځانه سره لري . ديوه څرګند حقيقت په توګه دابايد ومنو چې دغزنې تمدن اودغزني ښار زموږ د اندو ژوند اوفرهنګى هويت څرګندوى ښاراوپرتم دى ، غزنوې امپراطوري چې په اسياكې ديوې تاريخى دورې په توګه راوپړكيده ، دهغې پيل له يوه تلپاتې اودرانه نامه يمين الدوله ( سلطان محمود) غزنوي سره تړلىدى،له هغه نوميالې سره چې نوم يې كله هم په آسيايې تاريخ كې د هيرولو وړنه دى ، داسمه ده چې دده په باب به دهرچا قضاوتونه بيل وي ، خوموږ په دې وياړو چې داسې يو نوميالې واكمن چې نوم يې زموږ دتاريخ په يوه ټاكلي تاريخې پړاوكې په هراړخيزه توګه دهيريدو وړ نه دى له غزنې او زابلستانه راپورته شو، دغه امپراطور و چې ديوه افغان واكمن په توګه يې هم پرايران اوتوران اوهم په هندوستان باندې داسې واكمنې وكړه چې زركاله وروسته هم دده اغيز اودده هراړخيزې كارنامې ددغو هيوادو له تاريخونوڅخه په يوه خواپاتې نه شوې ، پرهندوستان باندې ورغى ،هغه هيواد يې ونيو اوترهغه هيواده يې خپل فرهنګ اوخپل ارادت په ميړانې سره ورساوه، همدغه ټكى دى چې ددغه لوى واكمن نوم له موږ پرته په يوشميرنورو خلكو باندې ښه نه لګيږي همداده چې دآسيا ددغه نوميالي واكمن شخصيت ته چې څومره كيداى شې زيان رسوي ، په داسې حال كې چې دا دمحمود په باب دهغوى خپل انفرادي قضاوتونه دي ،اودهغه دغه شان كره كتونكي اوس هم زموږ دهيواد په شاوخواكې لږ نه دي ، محمود اودهغه اولاده له غزنى ترلاهوره واكمن وو، دوى ديوه پراخ اولوى افغانستان پولى زموږ له پاره زركاله پخوا په نښه كړې اودايې په ډاګه كړه چې دهغه مهال افغانستان له كومه تركومه په څه شان فرهنګې اوسياسي شته والي سره خورشوى و. اودشته والي پوله يې چيرې اوتركومه ځايه پورې خوره وه ، موږ دانه غواړو چې ګواکي موږ به هم دومره ننګيالي شوچې دهغوپه پلو ګامونه پورته كړو خودايوه خبره ده چې كه څوك خوښيږي اوكه خپه كيږي محمود و، اودهغه زمانې داغوښتنه كوله چې بايد دخپل ځان ، هيواد اوخپل هويت دساتنې له پاره لاس په كار شي. ترټولو مهمه خبره داده چې دغزني ددغه نوميالې واكمن زور و چې ويي كولاى شول ، دتاريخې آريانا ټول قلمرو داوسني ايران په ګډون په يوه واحده كړى كې را ټول كړي ، خوله بدمرغه چې ايراني پوهان اوليكوال په دغه باب اوددغې دورې په باب دومره چوپه خوله دي ، چې په لوى لاس غواړي ديوشميرعادي دلايلو له مخې ددغې دورې فرهنګې ارزښتونه همداسې په تياره اوتورتم كې ناويلې اوناسپړلي پاتې شې ، په داسې حال كې چې غزنوي دوره دفارسي ژبې اوفارسي فرهنګ دپيژندګلوي اوپراختيا اوان رنسانس دوره وه .بله مهمه خبره چې په دغه اړه بايد له ياده ونه وزي هغه داده چې محمود فارس دخپل اړوند ولايت په توګه ترخپل نګين لاندې وساته اوهلته يې خپل زوى دهغې سيمې په اوسنى نومونه والي وټاكه كه زما تحليل ته څوك په شوونستې نظرسره ونه ګورې ، محمود په خورا ميړنتيا سره دخپل هيواد اوسني افغانستان داسې ننګه كړې چې زموږ له پاره دملې هويت اوملي تشكل په لاره كې ځانګړي اهميت لري ، په دې مانا چې غزنويانو افغانستان ته له هرې خوا يونوى هويت اونوم ورپه برخه كړى دى ، په ياد مودي چې په اوسني لغمان كې دهندي جييال سرتيري اوحاكمان پرواك وو، خودغه نوميالي اوځوان شهزاده په سلگونو فيلان ترې ونيول او په خورا ميړانه يې هغوى د باتورو پښتنو په مټو ووهل اوهغوى يې داوسنۍ پښتونخوا تراولكه هم ورهغې خواته وشړل .
يووخت ما دهند په ګجرات پوهنتون كې دغزنوي دورې په باب لكچر درلوده ، يوچا داخبره وكړه چې دمحمود له لاسه زموږهرڅه بربادشول ، دهغه لښكروپرهند باندې خورا بديرغلونه وكړل ، دهغوپوځيان ډيرظالم وو...
ما يوازې دومره ورته وويل : (( ځكه چې دهغه ډيركې پوځيان هنديان وو )) . ددغې لنډې جملې په مانا هغه سړى پوه شو، اودا يوتاريخى حقيقت دى ، كومې لښكرې چې محمود هند ته استولي په تيره هغه چې په هغه ځل يې (سمنات )هم راوپرځاوه له نژدې اويا زرو پوځيانويې (( څلويښت زره پوځيان هنديان ، ديرش زره پښتانه اوشل زره ترك توكمي اونور وو. چې هند يان دهندې جنرال ترقومانده لاندې په مخكې وو، ورپسې پښتانه اووروستي دادريمه ډله وه چې زياتره يې دفترې اولوژستيكې چارې پرمخ بيولې ، دهند دسوبې په جګړو كې هنديان ترهرچا مخكې په خورا ميړانې سره جنګيدل ))ځكه نودتاريخې اسنادو له مخې داانتقاد خپل ځواب لري .
په همدې شان په فرهنګى لحاظ هم غزنوي دوره داسې يوه دوره ده چې فارسي ژبه په كې وغوړيده اودهند ترپولو پورې يې ادبې اومعنوى پوله پراخه شوه ، دادغزنې بركت وچې دغه ژبه تراوسه دهند په لتو باندى لاله خپل برمه ونه لويده اونومياليو پښتنو پاچاهانوپه خپلو دربارونو دغه يادګار كه څه هم مورنى ژبه يې نه وه وپنځوله اودغې ژبې ته يې تراصلې اوسيدونكو زيات خدمتونه ترسره كړل ، اوس دهند په كتابخانو كې درسمې شمير له مخې تر درى لكوزياتې پارسې قلمې نسخې شته چې زياتره يې لاتراوسه هم نه دي څيړل شوې اونه دهغو نومياليوافغانانواوسنيوواريثنو ته داپته شته چې ددوى پلرونو دغې ژبې اوآن خپل تاريخې شته والي ته څومره خدمت كړى دى . څومره انسانې ارزښتونه دوي دعلومو په بيلابيلو برخو كې په دغه ژبه باندې په هند كې كښلي دي ، هو، له بده مرغه موږ ترې ناخبره يو ، زه چې كله دفارسي ژبې يوشمير په اصطلاح تش په نامه خواخوږو ته چې په پټوسترګو يې له ځانوددغې ژبې ټيكه داران جوړكړي عجايبات اورم اوګورم داپوښته راسره پيداكيږي چې كاشكي دغوښاغلو ته خو لږ ترلږه دخپلې ژبې په باب معلومات واى چې تردغه دمه دغه ژبه چا دومره پرتم ته رسولې ده. كه له فارسي ژبې دهند ونډه اوپه هندكې دپښتنو ونډه ان تردغه دمه لرې كړې ، دغه ژبه خوله غزنوي دورې راپه دې خوا نه په فارس اونه هم په افغانستان كې داسې ديادونې وړ زيرمه لري ، چې پرهغو باندې دې سړى په پراخه سينه څيړنې وكړاى شي. دعلم مدارجوته دغه ژبه دهندپرلتو افغاني پوهانو، صوفيانو اودرباريانو رسولې ده. هغه افغاني صوفيان چې دزياترو جرړې چې په هندكې دروحانيت لوړغرونه شميرل كيږي اوس هم په غزنى كې شته،لكه دحضرت قطب الدين بختيار كاكې اړوندان اونور، دغلجى ، لودي ، سوري دربارونو روحانې تكيه ځاى غزنى و، دچشتيه طريقې نوميالى لارښود اومحبوب القلوب حضرت نظام الدين اوليا مور له غزنې ترډيلي پورې ورسيده اوهلته يې خپل دغه نوميالې زوى دچشتيه روحانيت ترسيوري لاندې وروزه چې ترننه پورې دهغه مزار، تعليمات اوروحانيت دهندپه لتو دالهي اردات ترټولو عالي اوانسانې وړتيا لري .
اوپه پاى كې :
ددغې ګردې مقدمې له يادولو زموږ مقصد اومطلب دادى چې دادټولوافغانانواوافغاني نسلونو حق دى چې دخپلو تاريخي اوفرهنګي ارزښتونو په پام كې نيولو سره دعصر اوزمان دپرمختګ په ترڅ كې دخپلوهغو تاريخې ارزښتونو په رڼاكې چې په واك كې يې دي كارواخلي ، په دې وروستيوكالو په افغانستان كې دهيواد دنوي نسل دروزنې له پاره په ملي سويه يوشمير په زړه پورې ګامونه اوچت شوي ،ښايي دا دښاغلي حامدكرزي دفرهنګي پاليسئ له لويو برياوو څخه يوه وي چې دهيواد په گوټ گوټ كي يې دهيواد دنوې نسل دروزنې له پاره يوشمير دپاملرنې وړ ګامونه پورته كړل چې ترټولو مهم يې دهيواد په گوټ ګوټ كي دپوهنتونونو جوړول اوپرانستل وو، داكار په پكتيا، باميانو، كابل ، پروان ، تخار اونورو سيمو كې دخپلوشتو امكاناتوپه ترڅ كې سره شو، اوس اوس په دې نژدې وختوكې ولسمشرښاغلي حامدكرزي دغزنې دخلكو له پاره په غزنې كي ديوه پوهنتون جوړولو وعده كړې اودغه پوهنتون يې ددغه ولايت خلكوته منلی دي . ددغه ډيرنفوس لرونكي ولايت خلك ددغه پوهنتون دپرانستواوپيل كيدو په انتظار دي . ويل كيږي چې ددغه پوهنتون دجوړولو كاركومې خارجې موسسې لاپخوا پرته له دې چې په دغه برخه كې يوعادي ګام هم اوچت كړي په خپلومنګولو كې نيولى دى .
دغزني خلك اوددغه ولايت زيات شمير فرهنګيان ، پوهان په هيواد كې دننه اوباندې يوځل بيا ولسمشرښاغلي كرزي، فرهنګې مشاوريت اودلوړو زده كړو وزير ته دزړه له كومي خپل وړانديز كوي چې دغزنې پوهنتون خبره ديوه تاريخې اوملي رسالت په توګه دخپل كار له مهمواجنډاوو څخه وگڼي اوژر تر ژره دغه تاريخې وياړ دافغانستان دمعاصرتاريخ په دغه دوره كې دغزني دتيربرم اوفرهنګي تلپاتې نامه په پام كې نيولوپه خپله دوره كې دځان كړي . دغزني ولايت موقعيت ، نفوس اوفرهنګي ميراث په خپله ددې له پاره په تمامه مانا برابر دى چې دهيواد په دغه تاريخې سيمه كې هم دافغانستان نه يوازې تعليمي بلكې څيړنيز پوهنتون چې په راتلونكې كې كه دپاك الله اراده وه داسيايې اواسلامي څيړنو يولوى افغانې اكاديميك روزنځى اومركز وي ژر تر ژره پرانيستل شي .
په درناوي
پوهنوال ډاکټر عبدالخالق رشيد
دغزني اوشاوخوا ولايتونو ديو شمير منورينواودپوهې اوفرهنګ دلارويو په استازيتوب
",( غزني پوهنتون ) دغزني د تاريخي او فرهنګي پرتم او پېژندګلوۍ نښه
2369,غوث الدين فروتن - کندهار,"
غوث الدين فروتن - کندهار
په زابل كې د بادام ګل مشاعره جوړه شوه
د روان ۱۳۸۴ لمريز كال د وري د مياشتې په ۱۳ د شنبې په ورځ د سهار په نهو بجو د بادام ګل په وياړ مشاعره جوړه شوه.
په دې مشاعرې كې د زابل ولايت پر ليكوالو، شاعرانو، او مينه والو سربېره له كندهار ولايت څخه د افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز (ايينه)، بېنوا فرهنګي ټولنې، هيواد كلتوري ټولنې، كندهار نندارې او د سهيل لوېديزې سيمې ګڼو شاعرانو، ليكوالو، ممثلينو او نورو مينه والو ګډون كړى وو.
لومړى د زابل ولايت والي دلبر جان ارمان وينا وكړه او دداسې مشاعرو او غونډو په ارزښت يې خبرې وكړې او له داسې غونډو او مشاعرو سره يې خپل ملاتړ څرګند كړ اوخپل شعر د غونډې برخوالو ته وړاندې كړ.
ورپسې د ترنك ادبي ټولنې مشر سيدا جان غمخور وينا وكړه، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل: دا زمونږ دوهم ځل دى چې په زابل ولايت كې د بادام ګل په وياړ مشاعرې جوړوو، غواړو چې د بادام ګل مشاعره يو دوديز شكل غوره كړي، د ترنك ادبي ټولنه او د زابل ولايت فرهنګيان، ليكوال او شاعران به په راتلونكي كې هر ځل د نوي كال د رابره كېدو سره سم دا ورځ د مشاعرې په ترڅ كې لمانځي.
په دې مشاعره كې ټولو هغو شاعرانو چې د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه راغلي وو خپل شعرونه واورول. دا غونډه د ماسپښين په دوو بجو پاى ته ورسېده.
",په زابل کي د بادام ګل مشاعره جوړه شوه
2370,اتل وردگ- کا بل,"
د ميني اظهار
ما خو کلو نه تیر کړل
چی تا ته ووايم :
زما په ژوندا نه کښی ته يې
د مینی خدای دي گڼم-
را ته ژو ندون ته بخښې
تا سره مینه کوم!
قسم چي سخت ؤ راته
دغه د ميني اظهار
خو تا په یوه شیبه کښي
په کبر جنه ادا
څو مره سا ده وو یل:
زه خو د بل چا یمه !
",زه خو د بل چا يمه !
2371,,"
١٨ د وری ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه د روم پر لور وخوځېد تر څو د کاتوليک عيسويانو د مذهبي مشر پاپ جان پال ٢ د جنازې په مراسمو کي ګډون وکړي .
ولسمشر کرزي د عيسويانو د مذهبي مشر پاپ په مړينه خواشيني ښودلې وه .
ټاکل شوې ده چي سبا ته به د اېټاليې د روم په ښار کي پر مليونونو عيسويانو برسېره د نړۍ يو شمېر سياسي مشران ، ولسمشران او وزيران د پاپ جان پاول په جنازه کي برخه واخلي .
",ولسمشر حامد کرزی ايټاليې ته ستون شو
2372,,"
١٨ د وری ١٣٨٤
د کابل د قلا فتح الله پر سړک نن غرمه د پوليسو پر موټر د ډزو په پايله کي دوه تنه پوليس ووژل شول او يو تن دکاندار ټپي شو.
ددې بريد پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخستې ، په سيمه کي عيني شاهدان وايي چي بريدکوونکي په يوه بې نمبر پلېټۀ موټر کي سپاره و ، ډزي يې وکړې ، او په منډه د پيښې له ځايه وتښتېدل .
د پوليسو چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه خبريالانو ته له څه ويلو ډډۀ کړې ده . او د وژل شويو دوو پوليسو پيژندنه هم تر اوسه پوري نه ده شوي .
",وسله والو کسانو په کابل کي دوه تنه پوليس ووژل
2373,,"
د اسيا پرمختيايي بانک افغانستان ته ٣٥ مليونه ډالره ورکوي چي په افغانستان کي د ګرځنده مخابراتي خدماتو د پرمختګ لپاره وکارول شي .
د فليپين په پلازمېنه مانيلا کي اسيا پرمختيايي بانک په يوه اعلاميه کي وويل چي دغه پور په افغانستان کي د روشن ټيلفوني کمپنۍ ته ورکول کيږي ، تر څو د افغانستان په ټولو ښارونو کښي خپلو خدمتونو ته پراختيا ورکړي .
که څۀ هم چي افغان بېسيم ټيلفوني شرکت په افغانستان کي لومړنی شرکت و چي د ګرځنده ټيلفونونو اسانتيا يې رامنځته کړه ، خو دا مهال روشن ټيلفوني شرکت د ټول هيواد په کچه په ډېرو سيمو کي دګرځند ټيلفون اسانتيا رامنځته کړېده .
د اسياخدماتي بانک يوه مالي کارپوه وويل چي په تېرو دېرشو کلونو کي دا لومړی ځل دی چي په افغانستان کي يوه شخصي شرکت ته دومره مهم پور ورکول کيږي .
",داسيا پرمختيايي بانک افغانستان ته پور ورکړ
2374,سپېڅلی,"
١٩ دوری ١٣٨٤
د اشپيگل مجلې د سې شنبې په ورځ دخپلي ا نترنتي پاڼي د لاري د ينا د پوهنتون د فزيک د موسسې د ستوري پېژندونکي رصد خانې د مدير ""رالف نوي هويزر"" دخولې نه ويلي دي : چې موږ پوره ډاډمن يو چې يوه نوې کره مو کشف کړېده .
ددغې سيارې انځور د کوچنيو ټکو په څېر ښودل کيږي چې د ""ګ كو لوپي"" د ستوری سره ملګرتوب کوي
په داسي حال کې چې ""ګ كو لوپي"" ستوری چې په شمسي منظومه کې و لمر ته ورته دی د عمر نه يې يوازي يو مليون کاله تيريږي خو لمر بيا ددېنه ٤٦٠٠ واره زيات عمر لري .
د""ګ كو لوپي"" ستوری د ځمکې نه٤٠٠ نوري کاله واټن لري ( هر نوري کال څه نا څه لس بيليونه کيلومتره دی)
په هغه عکس کې چې په چيلي کې د اروپا د رصد خانې د تلسکوپ لخوا اخيستل سوی دی يوه ستره ګازي توده ليدل کيږي چې د څېړونکو په حساب د يوه نه تر دريو ځله پوري د مشتري دسيارې په اندازه وزن لري .
",المانيانو يوه نوې سياره کشف کړه
2375,مولوي نورالحق,"
دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په ژوند بي شماره كتابونه ليكل شوي دمسلمانا نو څخه علاوه يوزيات شميراروپايي تاريخ پوهانو هم كتابونه ليكلي دنبوي سيرت په اړه يواروپائي تاريخ پوه وائي \""دسيرت ليكونكوتعداد دومره زيات دى چي شميريي ممكن ندى \"" كفار چي زمونږ دخوږپيغمبر په اړه دومره معلومات لري مونږولي تري ناخبره يو؟ دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نسب : دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نسب دنړۍ ترټولونسبونو غوره اوپاكيزه دى او دمكى مشركينو هم پدى اعتراف كاوه دپلار له طرفه يي شجره نسب په لاندي ډول دى اوله برخه :محمد بن عبد الله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصي بن كلاب بن مُره بن كعب بن لوى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خذيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن عدنان دوهمه برخه : بن اْد بن هميسع بن سلامان بن عوص بن بوز بن قموال بن اْبي بن ناشد بن حزال بن يدلاف بن طابخ بن جاحم بن ناشح بن ماخي بن عيض بن عبقر بن عبيد بن الدعابن حمدان بن سنبر بن يثربي بن يلحن بن اْرعوي بن عيض بن ديشان بن عيصر بن افناد بن اْيهام بن مقصربن ناحث بن زارح بن سمي بن مزي بن عوضه بن عرام بن قيداربن بن اسماعيل عليه السلام بن ابراهيم عليه السلام دريمه برخه : دابراهيم عليه السلام نه پورته ابراهيم بن تارخ بن واسمه اّزر بن ناحور بن ساروع بن اْوساروغ بن راعو بن فالح بن عابر بن شالح بن سام بن نوح عليه السلام بن لامك متوشلح بن اخنوخ (ادريس عليه السلام ) بن يرد بن مهلائيل بن قينان بن اّنوشه بن شيث بن اّدم عليهما السلام. دپيدا يښت نه وړاندي داّنحضرت صلي الله عليه وسلم بركات : دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په صورت كي دهدايت روښانه لمر راختلو نه وړاندي داسي نښاني موجودي وى چي دمحبوب دپيدايښت زيري يي وركاوه دمحدثينو په نزد دي ته ارهاصات وايي . دنبي كريم صلي الله عليه وسلم مور بي بي اّمنه وايي !كله چي محمد زما په ګيډه وو ماته زيرى راكړل شو چي) ستا ماشوم به دټول امت سردار وي كله چي پيدا شي ووايه چي الله ته مي سپارلى اونوم يي محمد كيږده ( وايي دحمل په موده كي مي يوه رڼا وليده چي دهغي په زريعه مي دشام ماڼۍ وليدى. ( سيرت ابن هشام) بي بي اّمنه وايي مادحمل په موده كي هيڅ تكليف ندى ليدلي كوم چي نوري ښځي يي محسوسوي . همدغه راز نوري بي شماره نښاني موجودي شوي ",سپيڅلى نبوي سيرت
2376,مفتي محمد شفيع رحمه الله,"
د وحيي اړتيا
دالٌهي ارشاداتو دبرخي محترمو لوستونكو! قراّن كريم چونكه په محمد مصطفٌي صلي الله عليه وسلم دوحي په زريعه نازل شوى نواول بايد دوحي په اړه معلومات ولرو. دوحي اړتيا : هر مسلمان پدي پوهيږي چي ده ته الله تعالي ژوند دامتحان لپاره وركړى دى او دده په غاړه يي يو څه مسْوليتونه ايښي دي ټول كاينات يي دده خدمت لپاره مقرر كړي نو پدى اساس انسان ته پكار د ي چي دوه خبري په نظركي وساتي اول داچي دكايناتو هره زره په خپل ځاى استعمال كړي اودوهم دا چي ددى په استعما ل كي دالله رضاءپه نظركي وساتي اوهيڅ داسي كار ونه كړي چي الله پري نا راضه كيږي . ددي دواړو كارونو لپاره انسان علم ته اړ دى ځكه كه ده ته دكايناتو حقيقت نه وي معلوم دشيانو په خواصو نه پوهيږي استفاد ي اخستو طريقه ورته نه وي معلومه تر هغي ددنياوي اسبابو څخه استفاده نشي كولاي همدغه راز تركومي پدي ونه پو هيږي چي الله په كومو كارونو خوشحاليږي اوپه كومو خفه كيږي تر هغى دالله درضا مطابق ژوند تيرول ممكن نه دي. الله تعالي دانسان پيداكولوسره درى داسي شيان پيداكړي چي په پورته خبرو پوهيدل اسانوي (1) دانسان حواس لكه سترګي غوږونه لاس پښه ..(2)عقل (3) وحي چنانچه انسان زيات شيان دحواسو په زريعه معلوموي څه دعقل اوكومو ته چي عقل نه رسيږي هغه بيادوحي په زريعه الله تعالي ورمعلوموي . پورته زرايع هر يو په خپله دايره كي كار كوي لكه څه چي په حواسو معلوموي هغه په عقل نه كيږي لكه يو ديوال په سترګو وګوري اورنګ يي درته سپين معلوم شي ليكن كه ستر ګي پټي كړي اوتصور وكړي نو رنګ معلومول ممكن نه دي همدغه راز كوم شيان چي په عقل معلوميږي يوازي په حواسو ممكن نه دي په ديوال لاس ايښودوسره دانشي معلومولاي چي داكوم انسان جوړ كړى بلكه ددى لپاره عقل ته اړتيا ده . دذكرشووشيانو يو حدد مقرر دى چي هغي نه اخوا ادراك نشي كولاي لكه دامعلومول چي دديوال په څنګه استعمال الله رضاءكيږي دامعلومات بيا دوحي په واسطه كيږي ددي نه څر ګنده شوه چي كوم كارونه په حواسو او عقل معلوم نشي او معلومول يي ضروري وي دا مسْله بيا وحي حل كوي نو وپوهيدو چي وحي څومره ارزښتناكه ده . الله تعالي انسان ديوه خاص مقصد لپاره پيدا كړى نو بيا دا څنګه ممكن ده چي لارښونه دي ورته ونه كړي او دا دي هم ورته ونه ښائي چي دايي نړۍ ته دڅه لپاره راليږلي ؟ دده مرام څه دى ؟ او خپل هدف ته څنګه رسيداى شي ؟ پدي هرڅه پوهيدو لپاره يي پيغمبران راليږلي اوكتابونه يي وركړي دلته به مونږدقراّني لارښونو په رڼاكي دخپل ژوند هدف اومقصد معلوموو يادونه : دي پسي به ان شاء الله دقراّن كريم عام فهمه ژباړه ولولئ . ",دوحيي اړتيا
2377,مولوي عبدالحق منصور,"
دتوحيد عقيده توحيد داسلام لومړۍ اوبنيادي عقيده ده. يوه نظريه نه بلكه دانسان څخه دحقيقي انسان جوړولو يوازينۍ لارده چي دانسان دټولو مشكلاتو حل هر حال كي دده دپناه ځاى اود هر غم وفكر ختمونكي ده دتوحيد په زريعه انسان ته پدي پوهيدل اسان شي چي دكايناتو دټول نظام چلونكى يو او مهربانه ذات دى دسوره بقرى ١٦٣ ايات كي الله تعالي فرمايي:
وَاِلٌهُكُم اِلٌه وَاحِد لاّاِلٌهَ الا هُوَالرحمٌنُ الرحِيم
ژباړه :
او معبود ستاسي معبود يو دى بل څوك دعبادت لايق نشته مګر هم دى خورامهربان پوره رحم لرونكى دى ښكاره خبره ده دچاپه زړه اودماغوچي تو حيد خپور شي نو دنيا ورته جنت ادټولني څخه يي جګړي او فسادونه ختم شي ددى عقيدى لرونكي ددنيا دهر خوف اوخطر څخه بي پروه زندګي تيروي. او د لااله الاالله كليمې ويلو مفهوم همدا دى . دتوحيد لپاره يوازي په ژبه اقرار كافي ندى بلكه دزړه تصديق ور سره ضروري دى ( معارف القراّن جلد1صفحه١٣٩) اوس به په الله تعالي باندي ځمونږ دعقيدى په اړه دحضرت مولا نا اشرف علي تهانوي دكتاب څخه ترتيب وار ليكنه كوو
(١) عقيده : ټول كاينات نه وو موجود الله تعالي پيدا كړل
(٢)عقيده : الله يو او دهيچا محتاج نه دى
(٣)عقيده : الله هميشه موجود وو او هميشه به وي
(٤)عقيده : هيڅوك او هيڅ شى دالله په څير نشته
(٥)الله ژوندى دى دالله قدرت پر هرڅه دى دالله دعلم نه هيڅ پټ نه دي هغه هرڅه ګوري هرڅه اوري او همدغه ذات دعبادت لايق دى .شريك نه لري په خپلو بندګانومهربان دى بادشاه دى دټولوعيبونو څخه پاك دى همدا دعزت والا دى دلوئي والا دى پيداكونكي دى رزق وركونكى دى چاته چي وغواړي رزق زياتوي اوچاته چي وغواړي كموي څوك چي وغواړي عزتمند كوي اوڅوك چي وغواړي ذليل كوي دانصاف څښتن دى دعاء قبلونكي دى
(٦)بندګانو ته الله پوهه اواراده وركړي چي دګناه اوثوابكار بيا په خپل اختيار كوي
(٧) الله تعالي خپلو بندګانوته داسي حكم نه دى راليږلى چي په توان كي يي نه وي
(٨)دخداي په زمه هيڅ لازم نه دي چاته چي څه وركوي دايي فضل دى.
",عقيده
2378,,"
١٩ د وری ١٣٨٤
د ننګر هار ولايت په مرکز جلال اباد کې نن د (نارنج ګل) دوديزه مشاعره او مېله د نارنج د ونو تر سيوري لاندي جوړه شوه او تر اوسه پورې دوام لري.
د نارنج ګل دوديزه مېله د ډېرو کالونو راهيسي په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو ولايتونو او سېمو د ادېبانواو شاعرانو په ګډون دنوي کال او پسرلي په هرکلي کې جوړيږي.
په روانه مشاعره کې د ګڼو ليکوالو او شاعرانو تر څنګ د افغانستان د حکومت د کابينې څو وزيرانو هم ګډون کړي دی . ", په جلال اباد کې د نارنج دګل مشاعره
2379,,"
١٩ د وری ١٣٨٤
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ماشومانو د تښتونې شمېره دسلګونو څخه اوښتې ده.
",د ماشومانو د تښتونې د مخنيوي په هکله سيمينار
2380,سپېڅلی,"
٢٠ دوری ١٣٨٤
څېړنو اوس داخبره جوته کړېده چې د خوب لږوالۍ په بدن کې د اشتها د تنظيمونکو هورمونونو په ډېرښت کې لوي لاس لري .
دهغه ګزارش پر اساس چې د علمي معلوماتو په مياشتنۍ تازه ګڼه کې خپور سوی دی راغلي دي چې دغو څېړنو ښودلي دي چې هغه کسان چې په دوو شپو کې صرف څلور ساعته وېده کيږي په هغوي کې د لپتين Leptin يا د بې اشتها يې هورمون کم سوي خو په سلو کې د اته وېشتوبيا دGhrelin په نامه د اشتها هورمونونه زيات سوي دي .
په ګزارش کې ويل کيږي چې هغه نارينه ځوانان چې لږ خوب لري زياتره يې خواږه او نشايسته لرونکې خواړه خوري، خو ددې رژيم د بدلون وجه په درستی سره نه وه څرګنده سوې .
په پورتنی ګزارش کې راځي چې څرنګه چې ماغزه په ګلوکوز باندي تغذيه کيږي خو د بېخوبۍ په حالت کې يوازي و كربوهيدراتو ته اړتيا لري .
دغه څېړنه لومړنۍ څېړنه ده چې داخبره يې را سپړلې ده او وايې چې : خوب دغه دوه مهم هورمونه تنظيموي، هورموني بدلونونه د اشتها په اندازه پوري اړه لري او لږ خوبي او د کالورۍ ډېر والی يو د بل سره مستقيمي اړيکي لري .
ددې مطالعې ډېره مهمه ځانګړتيا ددو هورمونو ياني لپتين يا دبې اشتها يې هورمون او Ghrelin يا د اشتها د هورمون څېړنه او د هغوي د نسبت څرګندوالی دی .
ګزارش وايې چې کم خوبه خلګ شيرني، چاکليټ، کيک او نور خواږه خواړه تر مېوو، ترکاريو او لبنياتو زيات خوښوي او په هغوي کې د وزن زياتوالی ليدل کيږي .
",بېخوبي او د چاغښت سره د هغه تړاو
2381,,"
کندهار ١٨- وری - ١٣٨٤
دکندهار په ولايت کي د لومړي ځل لپاره د ازادو ټاکنو له لاري دژورناليستانو خپلواکه ټولنه جوړه شوه .
په دې اړه د روان لمريز کال د وري پر ١٨مه نېټۀ په يوه جوړه شوې غونډه کي د پټو رايو له لاري د بېنوا فرهنګي ټولني مشر ښاغلی عبدالاحمد محمديار د ژورناليستانو د خپلواکي ټولني دمشر او د ايېنې مطبوعاتي دفتر مشر ښاغلی غوٍث الدين فروتن د مرستيال په توګه وټاکل شوه .
ياده شوې ټولنه چي ټوله ٣٠ تنه غړي لري شپږ تنه غړي يې (سعيد زابلى، استاد حيات الله رفيع، عبدالاحد محمد يار، دواخان مينه پال ، استاد تيمور او نور الله نوري ) په کابل کي د ژورناليستانو د ژغورني د نړيوالي ټولني د کنفرانس لپاره ټاکل شوي دي .
په نوموړې غونډه کي په کندهار کې د اينې د مطبوعاتي مرکزپه دفتر کي کندهارمېشتو دبهرنيو اوداخلي آژانسونو ، راډيوګانو،ژورناليستانو ،اوادبي ټولنو،.دبشرد حقوقودسيمه ييزدفتراستازو، دلويې جرګې وکيلانواودملي ډ موکراتيک سازمان استازو برخه اخيستې وه .
ښاغلي محمديار د خپلي نوي دندي په اړه وويل : ( که دژورنالستانو او ولس مرسته او ملاتړ له را سره وي نو وبه کولای سم د ولس ستونزي دولتي چارواکو ته په ښه توګه وړاندي او دژورنالستانو له حقوقو څخه دفاع وکړم ) .
",په کندهار کي د ژورناليستانو خپلواکه ټولنه
2382,منصور,"
عن أميرِ المؤمنينَ أبي حفصٍ عمرَ بنِ الخطَّابِ رَضِي اللهُ عَنْهُ قالَ: سَمِعْتُ رسولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يقولُ: ((إِنَّمَا الأَعْمَالُ بالنِّيَّاتِ وإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ ما نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إِلى اللهِ وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا أَو امْرَأَةٍ يَنْكِحُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ)). رواه إماما المحدِّثينَ: أبو عبدِ اللهِ محمَّدُ بنُ إسماعيلَ بنِ إبراهيمَ بنِ المغيرةِ ابنِ بَرْدِزْبَه البُخاريُّ. دلومړي حديث ژباړه : حضرت امير الموْمنين عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمائي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل دټولوعملونو دارومدار (دثواب او عذاب موجب كيدل )په نيت باندي دى هرچا لپاره به هغه بدله وركول كيږي دكوم يي چي نيت كړى چاچي هجرت وكړ (دده په نيت) دالله اورسول لپاره نو(دالله په وړاندي هم)دده هجرت دالله اورسول لپاره دى اودچا هجرت چي (دده په نيت )ددنيا حاصلولويا دكومي ښځي سره دنكاح لپاره وي نو(دالله په وړاندي به هم )دده هجرت دهمدي شيانو لپاره ليكل كېږى . شرحه :پورته حديث كي نبي كريم صلي الله عليه وسلم په اعمالو كي دنيت ارزښت بيانوي تر څو هر عمل كونكى خپل عملونه وتلي چي زما فلانى عمل دڅه لپاره وو اوهم هغه شان دالله نه دپدلي اميد ولري داحديث شريف دمحدثينو په نزد زيات ارزښتناك دى حضرت امام شافعي او امام احمد رحمهما الله ددى حديث په اړه وائي چي داد علم دريمه برخه ده ځكه دانسان اعمال ددرى شيونو څخه صادريږي (١)دزړه نه (٢) ژبي نه (٣)اونورواندامونو څخه او دنيت تعلق زړه سره دى نو دريمه حصه شوه همدغه راز امام شافعي رحمه الله فرمايي دى حديث نه دفقي اويا بابونه معلوميږي نو بنا پردي اسا س هر مسلمان بايددخپل اعمالو محاسبه وكړي په ټولو امورو كي نيت خالص دالله رضاكولو لپاره وګرځوي يادونه : دنبوي ملغلرو په پاڼه كي دمشهور محدث امام نووي رحمه الله دڅلويښتو احاديثوژپاړه اومختصر شرحه لولو ورسره به دحپلو اعمالومحاسبه او اصلاح به يي كوو - ( منصور) ",په زړه د نيت ارزښت
2383,,"
د پاپ جان پاول مړی د واتيکان د ښار د سن پيټرز په کليسا کي خاورو ته وسپارل شو .
د نوموړي مړی چي د تختو په يوه ساده تابوت کي اېښودل شوی و د کليسا په هغه برخه کي چي پخواني پاپان ( پوپان ) ښخ دي خاورو ته وسپارل شو .
د ښخيدو تر مخه لومړی د کليسا په مخ کي دجنازې مراتب تر سره شوۀ ، چي د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه په سلګونو زرو نر او ښځو ګډون پکښي کړی و . ويل کيږي چي تر اوسه په ټوله نړۍ کي په هيڅ يوه جنازه کي په دومره ډېر شمېر کسانو ګډؤن نه و کړی .
په دې مراتبو کي د نړۍ د يو شمېر هيوادونوپاچاهانو،ولسمشرانو، وزيرانو ، اود بېلابېلو دينونو مذهبي مشرانو په ډله کښي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون درلود .
",دپاپ جان پاول مړی خاورو ته وسپارل شو
2384,,"
",
2385,سيدرحمان وګړپال حبيب,"
خيال
ما چي په ځان واخيست تهمتونه ستا
څه له که راکوې څوک پيغورونه ستا
څنګه دي پيغور په ځان وانخلمه
شونډي دي غوټۍ سترګي جامونه ستا
مږده په زړګي مې دملهم پټۍ
پريږده چي پکي وې پرهرونه ستا
دومره خيال يې ساته ما خو درکړلو
ډير پکي پراته دي ارمانونه ستا
شک راته پيداشي يارانه کي دي
کله چي راياد کړمه لوظونه ستا
دې دنيا کي دغه راپه برخه شو
خيال کي جوړومه تصويرونه ستا
",خيال
2386,,"
رويټرز کندهار٢٠- وری
طالبانو نن تائيدکړه چي هغه دولتي چارواکی چي څو ورځي مخکي يې د زابل له ولايت څخه تښتولی و ، وژلی دی .
د زابل د ولايت د اوبو او برېښنامسول سراج الدين چي دوې ورځي مخکي د زابل ولايت د قلات ښار څخه دباندي د طالبانو د يوې ډلي له خوا تښتول شوی و ، وژلی دی .
د وژني دا خبر د زابل ولايت د مرکز قلات پوليسو تائيد کړی دی .
د رويټر خبري اژانس خبر ورکوي چي دا دطالبانو له خوا د يوې اوونۍ په دننه کي په سهيل لودېځه حوزه کښي پردولتي کارکوونکو دريم بريد و .
طالبانو مخکي تر دې هم خبر ورکړی و چي د ژمي په تېرېدو سره به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي .
",طالبانو په زابل کي يو دولتي چارواکی وواژه
2387,,"
کابل ٢٠ وری
دوې ورځي مخکي ( چهارشنبې ) د غزني په ولايت کي د امريکايي پوځ د لوېدلي هلي کفتر د مړو شمېر ١٨ ته رسيدلی دی ، د پيښې په ورځ امريکايانو په پېښه کي د شپاړسو تنو د وژل کېدو خبر تائيد کړی و ، او هيله يې کول چي دوه تنه سرتيري به يې ژوندي وموندل شي . خو نن په کابل کي د امريکاد پوځ يوه وياند وويل چي ددوی سرتېرو د لوېدلي الوتکي په پاته شونو کي د دوو تنو سرتېرو مړي پيدا کړي دي . چي په دې سره د ټولو وژل شويو کسانو شمېر ١٨ ته رسيږي .
دې الوتکي د کابل څخه سهيل لويديځ ته پوځيان ليږدول .د تيري چهارشنبې په دې پېښه کي چي د ائتلافي ځواکونو د وياند په وينا د هوا د خراب والي له کبله رامنځته شوه ، ټوله ١٥ تنه امريکا يي سرتيري او درې تنه افغانان وژل شوي دي .
ټاکل شوې ده چي نن به د امريکامتحده ايالاتو څخه د پلټني يو پلاوی کابل ته ورسيږي ، چي د الوتکي د لوېدلو په اړه به پلټني کوي .
",ائتلافي ځواکونو ومنل چي دغزني په پېښه کي ١٨تنه مړه دي
2388,,"
دسورة الفاتحى فضيلت په احاديثو مباركو كي دسوره فاتحي زيات فضائل ذكرشوي چي څه تري په لاندي ډول ذكر كيږي. ١: نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمائيلي دقراّن ترټولوستر سوره دى .(بخاري باب ماجاءفي فاتحه الكتاب حديث٤٤٧٤) ٢:سوره فاتحه الله يواځي نبي كريم صلي الله عليه وسلم ته وركړشوي دايونوردى چي بل پيغمبر ته نه دى وركړشوى.(صحيح مسلم حديث١٨٧٧) ٣:سوره فاتحه په خاص ډول دلمانځه سوره دي ددي نه غير لمونځ نه صحيح كيږي (مسلم حديث٨٧٤) (٤)سوره فاتحه دهرمرض شفاده سوره فاتحه كي دادومره فضائل ځكه دي چي په جامعو معني ګانومشتمل دى بلكه په قراّن كي چي څومره عقايد احكام اوفوايدبيان شوي داسورت دهغه ټولوخلاصه ده نو پدي اساس لازمه ده چي هرمسلمان پدي سوره ځان پوه او عمل پري وكړي
{بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمـَنِ الرَّحِيمِ (١)الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (٢) الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ (٣) مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ (٤) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (٥) اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ (٦) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ (٧)}
ټول ثنا اوصفت الله تعالي لره دي چي پالونكى دټولومخلوقاتودى(١)بښونكى اومهربانه دى(٢)بادشاه دورځي دقيامت دى ٣)خاص هم تالره عبادت كوو اوهم تا نه امداد غواړو(٤)مونږته برابره لار وښايه (٥)دهغه كسانولار چي تاپرى انعام كړى(٦) نهْ دهغه كسانولارچي تاپرى غضب كړى اونه لار دګمراهانو(٧) مختصر تشريح : دپورته سوره په لومړي جز يعني اولودرى اياتونو كي دكايناتو دمالك ثنا ورپسي يوايات كي يوازي دالله تعالي دعبادت اقرار اودسورت ترپايه پوري دعا ده په الحمد لله رب العالمين الرحمن الرحيم كي انسان ته ښونه كوي چي ته په خپله ماضي اوحال كي يوازي الله ته محتاج يي په ماضي كي يي دنشت نه شته كړى اودتمامو كايناتوكي يي ښايسته شكل اوصورت دركړاواوس يي ستادتربيت سلسله جاري ساتلي ملِكِ يَومِ الدين كي فرمايي چي دا انسان په راتلونكي كي هم دالله جل جلاله محتاج دى ځكه دقيامت په ورځ به الله نه علاوه بل مدد ګارنه وي .الله چي دومره لوۍ ذات دى نوهرعاقل به پخپله وايي اياكَ نَعٌبُدُ كله چي داڅرګنده شوه چي حاجت پوره كونكي يوازي الله دى نومرسته به هم يوازي دهغه نه غواړى وَاِياكَ نَسٌتَعِين او په وروستيو اياتونو كي دغوښتني مضمون اوديوى خاص دعاءتلقين دى چي هغه دسمي لاري غوښتنه ده ",دسورة فاتحى ژباړه اولنډتفسير
2389,منصور,"
دالله تعالي دعبادت لپاره پاكوالى لازم دي پاكوالي په دوه ډوله دى يو دلوي بي اودسۍ (جنابت) څخه دوهم دوړي بي اودسۍ څخه كه څوك جنوب نه وي په ده دلمانځه لپاره اودس لازم دى رازۍ اول زان داودس په فرايضو اوسنتو زان پوه كړو داودس فرايض : الله تعالي په قراّن كريم كي فرمايي:
يَااَيهَاالذِينَ امَنُوٌا اذَاقُمٌتُمٌ اِلَي الصلوهِ فَاغٌسِلُواوجوهكمٌ واَيٌديكمٌ الَي المرافقِ وامسحوا بروْسكم وارجلكم الَي الكعبين
ژباړه :
اى موْمنانو كله چي تاسي دلمانځه لپاره پورته شۍ نوخپل مخونه ووينځۍ اولاسونه ووينځۍ ترڅنګلوپوري اوپه سر مسح وكړۍ اوپښي تر ګيټكوپوري (پريمينځۍ ) پورته ايات كريمه كي الله تعالي داودس څلور فرايض بيان كړل:
١: مخ پريمنځل دمخ اندازه دسر ويشكتانو شنه كيدو (تندي (نه تر لاندي زني پوري
٢ : لاسونه ترڅنګلوپوري څنګلي په وينځلوكي شاملي دي
٣ : دسرمسح دڅلورمي برخي سر مسح يو كرته فرض ده
٤ : دپښو وينځل ګيتكو پوري ګيټكۍ په وينځلوكي شاملي دي
داوداسه سنت :
١:داودس په پيل كي بسم الله الرحمن الرحيم ويل
٢: مړوندونو پوري لاسونه پريمنځل
٣: خوله كي اوبه اچول اوغړغړه كول
٤: مسواك وهل (دمسواك فضائيل به لاندي ذكر شي )
٥: پوزه كي اوبه اچول ترڅو پوزه ترخه شي
٦: دټول سر مسح كول
٧: هر اندام دري دري كرته وينځل
٨: دغوږونو مسح كول
٩: دلاس پښو اوږيري خلالول
١٠: پرله پسي اودس كول (ديو اندام وچيدو نه مخكي بل اندام وينځل )
دمسواك فائدى اوفضايل :
ام الموْمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي كوم لمونځ چي دمسواك كولوسره وشي دبغير مسواكه څخه يي اويا درجي اجر زيات دى ( بيهقي شعب الايمان) حضرت ام الموْمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمائيلي مسواك دخولي دپاكوالي اودالله درضاسبب دى (نسائي ) داخوداحاديثو مباركو په رڼاكي دمسواك فائدې وي دمسواك طبي فائدي هم دچا نه پټي ندي مسواك كولوسره دانسان غاښونه پاك وي دخولي بدبوي نه وي همدغه رازغاښونه ورسره مظبوط وي موجوده ساينس پوهان وايي كوم كس چي مسواك استعمالوي دډيرومرضونو څخه به محفوظ وي
مسئله : دغاښونو برش غاښونه پاكوي خو سنت پري نه ادا كيږي دسنت ادا كيدو لپاره دلرګي مسواك ضروي دى
داوداسه دعا ګاني :
داودس په پيل كي بسم الله نه روسته اللهم اغفرلي ذنبي ووسع لي في داري وبارك لي في رزقي ) ويل داودس په پاي كي به دا دعا وايي :
اشهد ان لااله الاالله وحده لاشريك له واشهد ان محمدًا عبده ورسوله اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين .
",داودس طريقه
2390,سپېڅلی,"
٢١ دوری ١٣٨٤
د يو لړ تازه څېړنو پر اساس پر مځکه باندي د لومړنيو واکمنو شرايطو دوران داسي وو چې ښا يې د ژوند د جوړښت ابتدايې مصاله د تالندي او برېښنا د ضربو په وجه مينځ ته راغلي وي .
کارپوهانو د ""ساينس"" په خپرونه کې ديوې مقالې په خپرولو سره ويلي دي چې يو وخت هايدروجن د اتموسفير د اصلي تشکيل سوي عناصرو څخه وو او ښايي چې آسماني برېښناوي د هايدروجن او نورو اقليمي يا چاپېريالي عناصرو په مابين کې د عمل او عکس العمل باعث ګرځېدلي او د کيمياوې ژوند د پيدايښت و سرچينې ته يې زمينه برابره کړی وي .
دغه څېړني هغه زاړه ګومانونه را ژوندي کوي چې وايې د مځکي په لومړني اتموسفير کې دهايدروجن او نوروساده غازو په مابين کې عمل او عکس العمل، چې د تالندي او برېښنا د حرارت نه ډير ګرمېدل، د ژوندي ماليکولونو د مصالحو په جوړولو بدل سوله .
آزمايښتو ښوولي دي چې دداسي عکس العملو دکېدو امکان شته دی.
خو کار پوهان د پخوا راهيسي په دې باور وه چې که څه هم هايدروجن تل په اتموسفير کې موجود وو ولي دهغوي مقدار ډېر لږ وو.
هايدروجن چې ډېر سپک غاز دی په آساني سره د ځمکي د ګرد چاپير د فضا نه تښتي او فضا ته ځان رسوي .
د کيميا پوه برايان تون او همکارانو په قول، څو ميليارډه کاله پخوا پرمځکه باندي بلکل بل شاني شرايط حاکم وه او هغه دا چې هايدروجن د اتشفشانو نه د تيښتي نه با د دمځکي په اتموسفير يا ګرد چاپيره فضا کې را ګيرېدل او ديوې نه دريمه برخه يې جوړوله .
که داسي وي په کال کې دمليونونو زره ټنه ساده د ژوند د ماليکولونو د پيدايښت امکان د آسماني بڅرکو په خاطر وجود لاره .
ديو او بل سره ددې ما ليکولونو عمل او عکس العمل او د پېچلو ما ليکولونو پيدايښت ، په تدريج سره د ژوند ځينو بېلګو په پيل شروع وکړله .
ګرانه ده چې هيځکله به څوک و پوهيږي چې ژوند چېري شروع سو . خو تازه څېړني دغه باور پياوړی کوي چې ژوند د يوه ډول لومړنيو کيمياوي عمل او عکس العمل نه مينځنه راغلی دی.
",د ژوند په پيدايښت کې دتالندي برېښنا او هايدروجن
2391,,"
٢١ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې ددغه هيواد د کډوالو د چارو وزارت د بغلان په ولايت کې د بې کورۍ د ستونزې د ختمولو په لړ کې د لس زرو کورونو د جوړولو په يوه پروژه لاس پورې کړې دی.
په هغو مراسمو کې چې د دغه پروژې د پرانيستلو په موخه د بغلان په ولايت کې جوړ شوي و، دکډوالو د چارو وزير محمد اعظم دادپر وويل چې دغه کورونه به په لومړی ګام کې هغوخلکو ته ورکول کيږي چې کورونه نه لري او د کډوالۍ څخه بېرته هيواد ته راستانه شوي دي. ",په بغلان کې د کور جوړولو پروژه پېل شوه
2392,,"
٢١ د وری ١٣٨٤
د مهاجرت نړيوال سازمان ( اي او ام ) لسو افغانانو ته داسې زمېنه مساعده کړی ده چی هغوي وطن ته د ستنيدو شرايط له نږدې نه وويني.
کيدې شي چې د المان څخه افغانستان ته د لسو افغانانود سفريو فلم هم جوړ شی چې وروسته به په اروپا کې د ليدونکو نندارې ته وړاندې شی.
د دغه فلم هدف به دا وی چې هغه افغانان چې هيواد ته د تللو نيت لري ، د افغانستان د اوسني حالت سره اشنا کړي. ",داروپا څخه د افغانانو د بېرته ستنيدلو لپاره هڅه
2393,,"
",
2394,فضل رحمان کټوازی - کوريا,"
فضل رحمان کټوازی - سيول کوريا ١٠ - اپريل ٢٠٠٥ زېږديز
داديروخت مي غوښتل چي په يوه داسي حقيقت باندي څه نه څه وليکم ،خو زياتو مصروفياتو اوبعضي مسٌوليتونو دې ته نه پريښودم چي قلم راواخلم اويوداسي ورين حقيقت خپلو وطندارانو ته وړاندي کړم چي تراوسه هريوه پرې سترگي پټي کړي دي .
زه په دې نه پوهيږم چي تر څو به زموږ ړون اندي همدا شان غلي پاته کيږي ، او د هغه روښانه حقيقت انځور به د خپلو وروڼو مخي ته نه راوړي چي دا دډيري مودې راهيسي زموږ ګران ټاټوبی ورسره مخ دی .
موږ که خپل مسوليتونه ونه پېژنو د خپلو لويو ملي ګټو څخه ناخبره واوسو ، او دهغه ناپوهه نسل چي تاسي ته يې سترګي نيولي شايد د ملاصاحب د جنت په تکل يا د يو څو روپو لپاره همېشه د خپو وړونو قاتل و اوسي .
په داسي شان کړنلارو سره به د هغه دنياوي اواخروي ژوند تباه شي اوتبا کيږي . زموږ دملت بدبختي داده چي هرچاد لنډکروزر او بينز موټرونو خوند وليد اوس که ددې چوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره هرڅومره مبارزه وشي شايد زما د ( روغ ليوني ملا په فتوا) حقيقي جهاد دی .
زه د هغه ناپوهه وړونو څخه سوال لرم چي ايا يوه ورځ مو ددې ملاڅخه هم پوښتنه وکړي چي ستا اولادونه خو په امريکا ، اروپا او د اسلام اباد يا تهران په لوړه سويه مکتبونو کي سبقونه وايي ، ايا دا جهاد چي ته وايي زه يې د يوه خوار ملت د يوه داسي ملت چي ددنيا يو غريب ترين ملت دی ولي وکړم ؟؟;
ايا دا جهاد صرف پر مافرض دی ، ستا اولاد ولي جهاد ته نه راځي ، هر کله که دا پوښتنه زموږ د هغو ناپوهه کسانو سره پيدا شي نو په دې دي پوه شي چي ضمير يې بيدار شوی دی ، او نور به ددين اومذهب ددې خرڅ شويو دروغ ګويه سوداګرو په لومه کي نه راځي . څو شپې وړاندي مي د خيبر تلويزيوني چينل له لاري د اسلام د يوه داسي ټيکه دار خبر واوريد چي په جنوبي وزيرستان کي يې پر قبايلو ږغ کړی چي په ( ګومل زام ډيم ) باندي د چيني انجنيرانو اوکارکوونکو ساتنه دي وکړي ، ولي چي چين د پاکستان ډېر نژدې دوست دی .
زه نه غواړم چي ددې لوی ټېکه دار نوم واخلم، ولي چي د نوموړي نوم زما د نوم سره يو شان دی . کله کله مي زړه غواړي چي حتی دا خپل نوم مي بدل کړی وای ، دا ښاغلی مولانا فضل الرحمن دی; ، او د جميعت علما اسلام پاکستان هغه رهبر دی چي همېشه کله چي هم دده مشران وغواړي د نوموړي نه ډېره ښه استفاده کوي . د نوموړي خدمات د پاکستان لپاره ډېر زيات دي ، اوبايد همداسي هم وي ځکه چي هغه ( پاکستان ) يې هيواد دی ، اوبايد د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي .
هغه له يوه اړخه دغريبو کشميريانو د وژني لپاره د هند سره مقدس جهاد اعلانوي ، اوبيا چي کله ضرورت پېښ شي اووخت تنګ شي نو بيا د مشرانو په اجازه د هندي چارواکو د بلني څخه پرته د هند د سخت دريځو هندواڼو سره د ليدني لپاره هند ته په سفر ولاړ شي او بيا هلته پر خبرو زور راوړي ولي چي نوموړی ملي ګټي ساتي او بيا وخت ته ګوري ، نوموړي خو زموږ تاريخي اثار تباه کړل ، او يا يې د خپلو موزيمونو د ښايست لپاره خپل هيواد ته له ځان سره يو وړل ، اوس چي حکومت راغلی ولي د پېښور موزيم نه تباه کوي ، او په ټينکونو يې نه ولي ، چي دلته هم ملي تاريخي ګټي دي . نوموړي يو وار فتوا ورکړه چي د ښځي په حکومت کي حتی نکاح نه کيږي ، او دې بې نکاح ډېزلي ملا د بې نظيري په حکومت کي يوه لويه چوکۍ ترلاسه کړه ، اوحتی په ډېزلو کي د زياتي ګټي په تور په ډيزلي ملا بدنام شو .
اوس به راشو قاضي حسين احمد ته چي د جميعت اسلامي لوی مشر دی او د افغانستان په تباه کولو کي نوموړي هم لويه فريضه سرته رسولې ده !!
دلوی تجارت خو به يې څه نه وايو ، يوازي دومره به ووايو چي دې د دين ټېکه دار ملا !؟ هم د اسلام يو دايس ټېکه دار ځان بولي چي هر وخت د ملي ګټو د ساتني وخت راغلی دی نوموړي ورته لبيک ويلی اوغريب کشميريان او ځيني ناپوهه افغانان يې د خپلو وړونو سره د جنګ لپاره تيار کړي دي ، او په هغوی يې دخپلو هيوادونو تاريخ ، کلتور، او د هيواد پوهان او مشران قتل کړي دي .
د نوموړي زوی اولور د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخت دي او اوس خو يې لا لور د پارلمان وکيله هم ده ، مګر په افغانستان کي زما او ستا لوڼي اوخويندي خو پرېږده چي زما او ستا وړونه او زامنو ته يې هم مکتب ته دتللو اجازه نه درلوده .
د هغوی بايد ښوونځی مدرسه شي ولي چي افغانانو ته ددنياوي علم هيڅ اړتيا نشته ،هغه چي څومره جاهل او ناپوه وي دومره ښه جهاد کوي ، اوکه چيرته پوه شي نو بيا خو په به حقيقت ورته مالوم شي او د ملي ګټو د ساتني احساس به ورسره پيدا شي .
اوس به لږ راشو د ښاغلي حميد ګل ژوندانه ته ، زما په اند هرافغان اوس په دې ښه پوهيږي ، پاکستان ته چي څومره کار ښاغلي حميد ګل کړی دی بل هيڅ چا نه دی کړی ،
يو وخت د اسلام اباد يوه پنځه ستوري ( پايو سټارز ) هوټل ته د يوچا سره ولاړم ، هلته مي د نوموړي لور چي عظمي ګل نوميږي او په پاکستان کي د مهران بس سرويس د يوه لوی تجارت ريسه هم ده وليده ، د اغلي عظمی ( ګل ) لويدځ ډوله کوږ ووږ لباس چي مي وليد ډېر يې وځورولم ، ولي چي د نوموړي پلار خو زما او ستا ملا ته د حجاب او پردې درس ورکوي ، اوخپل ګراني لور ته يې لوېديځوال فيشن ورکړی دی .
د پاکستان لوی خدمتګار چي خپل وطن ته يې ډېر لوی خدمتونه کړي ، افغانستان يې لوټي لوټي کړی ، د خپل کور ښايست لپاره يې د افغانستان تاريخي اثار لوټ کړل .
چي خدای يې شرموي نو يې داسي شرموي : څه موده مخکي مي په پاکستاني مطبوعاتو د جنرال حميدګل مرکه ولوستله ، چي نوموړي په نصيرالله بابړ تورلګولی و چي د نوموړي په کور کي د افغانستان څخه لوټ شوي لوغوني اثار اوس هم شته ، دې حقيقت چي زما اوستا د ملا غوږونه اوس نه وي خلاص کړي څه وخت به يې خلاصوي !؟
د بابړ حالت اوس تر دې حده رسيدلی چي څه موده مخکي يې د خيبر تلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل چي په افغانستان کي رهبر نشته ، او حتی چي زموږ ولسمشر کرزی صاحب يې هم ياد کړ چي هغه هم رهبر نه دی . هغه زياته کړه چي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي !
بابړ په دې مرکه کي په ډېر جرائت سره خپل پنجابي واکداران بې غيرته وبلل اوزياته يې کړه چي د هند پنجابيان اوس ددوستۍ خبري کوي دې هندواڼو ددوی ښځي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي او اوس دوی ورسره خبري کوي .
اوس قضاوت تاسو درنو لوستونکو ته پرېږدم ، تاسو قضاوت وکړ ئ، چي زما او ستا ملا صاحب څه کوي ، او د نړۍ ملايان څه کوي ؟
ګرانو لوستونکو !
دغه څو کرښي چي مي وليکلې دا مي يوازي د خپل هغه ملي او اسلامي احساس له مخي وليکلې چي ډېر مي ځوروي ، او همېشه دا سوچ راسره پيدا کوي چي زما ملا زما وينه ده ، زما د وطن بچی دی ، هغه ولي د پردو په دې ناولو لومو کښي راګير شي ، اوولي دي خپل وطن لوټي لوټي کړي ، ولي دي خپل وروڼه د يوه او بل په نوم ووژني ، زما د ملا سره ولي د خپل هيواد ملي احساس نشته ، تر څو به په خپل ګرېوان کي نه ګوري ، او خپل احساس ا و مسوليت به ويده ساتي !؟
اوس به راشو زموږ د کليوالو خلکو سوچ ته ، دوی خو دا سوچ کوي چي هر څوک پاچا شي هغه ته بيا پيسې په خپل راځي ، اوهغه خو د پيسو مشين لري ، ګرانووطنوالو داسي نه ده ، حکومت چلول دا کوم اسان کار نه دی دا هغه وخت نه د ی چي ددنيا خلک د يوه بل نه ناخبره وو ، اوس د Globalization وخت دی ، د ټولي دنيا څخه يو کلی جوړ شوی دی هر هيواد په خپله پوره نه دی ، بيا زما اوستا غريب هيواد چي ٩٠ په سلو کي وګړي يې بې زده کړي دي نه خپل حق پېژني او نه د پردي .
دا به څرنګه وکولای شي چي خپل هيواد وساتي ، ددې لپاره د نړيوالو مرستو ته اړتيا شته ، او که چيرته نړيوالي مرستي نه وي هيڅ امکان نشته چي ما اوتادي خپل ګلشن سمسور کړو ،زما اوستا ګاونډی هيواد پاکستان هم ددنيا په مرستو چليږي ، او د دنيامرستي دي چي حتی د يوه هيواد بهرنی سياست په بدلون کي لوی لامل ګرځي ، زه اوته که په رښتيا سره ملي او اسلامي ګټو او مسوليتونو ته درناوی وکړو نو زما او ستا د ابدالي بابا دا تاريخي کور به هم جوړ شي . لکه څرنګه چي مو د روسي ښکېلاک په وړاندي مبارزه وکړه اود ټولي نړۍ تېره بيا امريکا متحده ايالاتو مرستي مو ومنلې که هغه مرستي راسره نه وای ايا زما او ستا په توره به څه کولای شول !؟
د نړۍ سره هم زما او ستا د کور اوعقيدې کوم فکر نه و ، د هغوی خپلي ګټي وې ليکن کله چي زما او ستا د لويو ګټو سوال راشي نو بايد بيا خپل مسوليت اداکړو ، اواوس چي دمتحده ايالاتو په مشرۍ نړيوال طاقت په افغانستان کي پروت دی او زما اوستا سرحدونه يې د خپلو ګاونډيانو دمداخلې څخه ساتلي او زما اوستا دملي اردو پوليسو زده کړي ، تجهيزات ، او د وطن د ابادۍ په کارونو کي مرسته راسره کوي ، ولي يې دښمني وکړو ، لکه څرنګه چي د جهاد په وخت کي دې نړۍ له موږ سره مرسته وکړه ، او موږ بريالي شوو ، همدا شان اوس د خپلو ملي ګټو لپاره بايد ددې طاقتونو موجوديت قبول کړو ، او که چيري داسي ونه کړو نو بيابه هر څوک خپلي لاري درنه جلاکړي ، لکه څرنګه چي مشرف صاحب د ( سب سې پهلې پاکستان ) ياني تر ټولو لومړی پاکستان ناره ووهله ، او خپل دريځ يې دبوش په يوه ټيلفون سره بدل کړو ، زما اوستا لپاره هم ړومبی افغانستان دی !
خدای مکړه که افغانستان نه وي نه به ته يې نه به دي غيرت وي اونه عزت .
په اخير کي دخپل وطن د درې رنګه مغروره بيرغ د تل تر تله رپا او د ټولو وطنوالو د هوسا ژوند په هيله !
ددې ليکني موضوع سره اړوند د قاري صاحب هجران شعر د صالح محمدصالح په ږغ کي واورئ ",زما ملا او د پاکستان ملا
2395,,"
هجرت هنري فلم - په کابل کي
نوی افغان هنري فلم ( هجرت ) به ډېر ژر په هيواد کي دننه لومړی په کابل او بيا په کندهار کي نندارې ته وړاندي شي .
هجرت په اروپا کي د مېشت افغان کډوالو د ژوند کيسې درته بيانوي چي د خندا سره - سره ډېر دردونکی هم دی .
هجرت د هيواد د وتلي فلم جوړونکی واحد نظري له خوا د جوړو شووفلمونو څخه ( د کونډي زوی ) سريال وروسته تر ټولو وروستۍ لاسته راوړنه ده چي په هيواد کي دننه هيوادوال يې يو کال د ليدلو لاري څاري .
هجرت تر دې دمه پوري په ټوله اروپايي هيوادونو کي په څو څو ځله ښودل شوی دی ، او دادی دلومړي ځل لپاره د هيواد دننه په همدې څو ورځو کي نندارې ته وړاندي کيږي .
د نندارې دقيقه نېټۀ او پته به ډېر ژر اعلان شي .
",هجرت په کابل کي
2396,مولوي عبدالحق منصور,"
اسلام پوهنه او مطالعه
په موجوده زمانه كښي زياتره هغه خلك چي ددين څخه ناخبره دي دافكركوي چي داسلام مبارك دين يوازي دلمونځ روژې اوڅوغيبي خبرو( چي دقيامت په ورځ په څه كيږي جنت كي حوري اوجهنم كي ماران اولړمان دي ) مجموعه ده دانسان ظاهري اوباطني حالاتو ته نظر نه كوي دهرچا خوښه ده چي الله اورسول په كومه طريقه پيژني معاملات تجارت اوخلكو سره چلند په خپله خوښه كوي نه پكي دټولني داصلاح څه شته اونه ددنياوي كارونوپه اړه معلومات وړاندي كوي لنډه داچي داسلام نه دناخبرتيا په وجه داخبره ذهن ته راځي كه دتجارت لپاره لارښوني غواړې نو دنوروقومونو تقليد كوه اودټولني په جوړښت كي دزړو فلسفيانو په پل روان اوسه. چاچي اسلام نه وي مطالعه كړى هغه فكركوي چي په نړيواله كچه داصلاً داړتياوو پوره كولواو دبشري ادابواواخلاقوپه اړه اسلام كي هيڅ اصول نشته
دپورته خبرو بد اثر هم په مسلمانانو اوهم په غير مسلمو پريوتى غيرمسلمانانوته په اسلام ديو نامكمل دين ټاپي وهلوموقع برابره شوه اوبعضي مسلمانان بيا ځان په هرڅه كي دنورومحتاج ګڼي همدغه رازداسلام څخه نا خبرتياپه عامو وګړو هم بده اغيزه كړي اودا خبره لګياده په نړيواله كچه وده مومي ، په داسي حال کي چي څوك لږپه دقت سره دقرآن او حديث مطالعه وكړي داسلام په مبارك دين كي به دبشري ټولني دهرضرورت علاج اودورپيښو ستونزو حل به بيامومي پدي به اعتراف وكړي چي اسلام مونږهيڅ ته هم نه يو محتاج كړي ددې خبري ښكاره ثبوت داسلام په اړه دنورومذاهبو دپوهانو اعتراف دى .
داسلامي تعليماتو نه دخبرتيا په اړه به دلته په نږدي راتلونكي كي دعباداتو عقايدو ورځني معاملاتو اوټولنيز ژوند په اړه معلومات وګورئ .
", اسلام پوهنه او مطالعه
2397,,"
اسلام او مذهب
بېنوا ويبپاڼه د ٢٠٠٤ زېږديز کال د جولای د مياشتي پر لومړۍ نېټۀ د لومړي ځل لپاره پر ليکه شوه ، او په خپرونو يې پيل وکړ .
د يوه کال په دننه کښي د بېنوا ويبپاڼي چلوونکو د نړۍ په بېلابېلو برخو کښي دافغاني ليکوالو ، پوهانو ، ژورناليستانو ، اوعالمانو سره اړيکي ټينګي کړي ، او وخت په وخت يې د هغوی سره په مشوورو ، او دورځنيو اړتياو په پام کي نيولو سره د افغانستان د پوهي او کلتور پر شاوخوا د خپلو ملي ګټو د ساتلو ، اوملي مسوليتو نو په ترسره کولوکي هڅي کړي دي .
له نېکه مرغه بېنوا ويبپاڼي د يوه کال څخه په لږه موده کښي تر هغه ډيري لاسته راوړني لري ، دکومو چي هيلي کېدلې !
طبعي ده چي لا هم ډېر کار پاته دی ، لا اوس هم له ډېرو نيوکو سره مخامخ يو ، لا اوس هم د ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوو چي دکارونود لا سمون لپاره زموږ سره وخت په وخت همکارۍ وکړي، نيوکي وکړي ، او هيره دي نه وي ، چي که نيوکي کوي ، نو لږ تر لږه يې د سمون په برخه کي هم څه وکولای شي !
په تېرو څو مياشتو کي پر بېنوا ويبپاڼي ترټولوغټه نيوکه داوه چي په بېنوا ويبپاڼه کښي ډېر څه شته ،خو ( اسلام ) ته نه په ليکنو کي پاملرنه کيږي ، او نه په پاڼه کښي ورته ځانګړې پاڼه شوې ده .
په دې کار کي دځنډ لامل يوازي اويوازي د بېنوا ويبپاڼي دچلوونکو په پرديسۍ کي ژوند ، داسانتياوو لږوالی و ، خو اوس د بېنوا ويبپاڼي ټولو قدرمنو لوستونکو ته زيری ورکوو ، چي په بېنوا ويبپاڼۀ کښي د ( اسلام اومذهب ) په نامه يوه ځانګړې پاڼه پرانستل شوه ، چي په دې پاڼه کښي به تاسو ته د قران عظيم الشان د اياتونو تفسير اوترجمه ، نبوي احاديث اوتفسير يې ، نبوي سيرت ، اسلامي لارښووني ،اسلامي عقايد او داسي نور اړين مواد وړاندی کيږي او هڅه به کيږي چي د هغو اسلامي فرايضو په هکله مالومات خپاره شي کوم چي يو مسلمان يې هره ورځ بايد په پام کي ولري ، آو مراعت يې کړي .
دا نوې پاڼه به د هيواد يو شمېر ديني عالمان پر مخ بيايي ، او د بېنوا ويبپاڼي لوستونکو ته به د دين اومذهب په هکله د پوهاوي اسانتياوي برابروي .
هيله ده چي د بېنوا ويبپاڼي دغه نوې برخه وخت په وخت ولولئ ، او په اړه يې خپل ( نظر ) د بېنوا ويبپاڼي د خپرنيزي څانګي د برېښناليکونو پر پته راوليږئ .
",اسلام او مذهب
2398,سپېڅلی,"
٢٢ دوری ١٣٨٤
په آلمان کې دداخله متخصصينو د سردرد ضد د زياتو ټابليټونو د مصرف په هکله ناروغانو ته خبرداری ورکړې او دا خبره يې په ډاګه کړېده چې دداشاني ګوليو بې درکه مصرفول پخپله کېداې سي چې د يوې مزمني او پايېدونکي سر دردی باعث وګرځي .
آلماني خپروني د تيري پنجشنبې په ورځ د دداخله متخصص ""اووه رويتر"" څرګندوني چې په ويسبادن کې يې د داخله متخصصينو په کنګره کې کړي وې زياتوي چې که يو ناروغه په مياشت کې د ١٥ ورځو نه زيات د سردرد ضد ګولۍ و خوري نو ډاکټر بايد و ناروغه ته د خطرې خبرداری ور کړي .
اووه رويتر په دې باوردی چې د يوه ناروغه دپاره د سردرد ضد قوي ګوليو مصرف چې د څو ګټورو مادو درلودونکي دي زياتره په مياشت کې لس ورځي کفايت کوي .
دغه برليني متخصص سپارښتنه کوي چې په هغه حالاتو کې چې يو ناروغه د زياتو سردردۍ ضد ګوليو په مصرف عادت کړی وي نو ﻻزمه ده چې ډېر ژر دغه دوا ور باندي بنده او د ناروغه بدن د زهرو نه پاک کړل سي .
د اعصابو متخصص پرفسور ""هانس كريستف دينر"" د آلمان د اسن ښار نه هم خبر داری ورکړی دی چې په خاص ډول د سر دردي ضد قوي دواوو کارول چې د مورفين درلودنکي وي په دې چې د عادت باعث ګرځي اصلاً د علاج د پاره مناسب ندی .
دينر وايې چې اوس اوس په آلمان کې د خلګو په سلو کې شپېته د لنډمهاله سردرديو نه رنځ وړي .
",دسردرد ضد درمل او د ډاکټرانو خبر داری
2399,خالد هادي,"
انا لله وانا اليه راجعون
د هېواد تكړه ممثل او لوبغاړى ف. فضلي چې په افغانانو كې يې ځانګړى شهرت درلود، نن په كابل كې په حق ورسېد، چې د ماسپښين پر دوه نيمو بجو به يې له نوې كارتې (كارته نو) څخه جنازه هديرې ته وړل كېږي.
د افغاني تياتر ځلانده ستوری فضل محمد فضلي چي په ف . فضلي مشهوره وو د کندهار په لومړی ناحيه کي له نن څخه وړاندي څه د پاسه 84 کاله مخکي د ارواښاد عبدالصمد خان په روحاني کورنۍ کي سترګي پرانيستلي وې .
هغه د کندهار د لوی احمدشاه بابا په ليسه کي تر دولسمه پوري زده کړه کړې وه او د ځينو کورنيو ستونزو له کبله ئې لوړي زده کړي ونشوای کړای
ارواښاد فضلي په لسم ټولګۍ کښي و چي د تياتر دنيا ته ئې مخه کړه او خپل لومړنی تياتر چي دسمال نوميده په 1327 لمريز کال کي نندارچانو ته واړندي کړ چي د ليدونکو په تود هرکلي ئې هغه نور هم د تياتر او فنکاری دنيا ته تشويق کړ
کله چي په کندهار کي د وخت د ځينو خودغرضو کسانو لخوا د تياتر سره د مخالفت ږغونه اوچت شوه نو د هغه د تمثل کړي هم محدوده شوه ، بيلاخيره فضلي خپلي ميني او ذوق دې ته اړ کړ چي کندهار پريږدي او کابل ته لاړ شي ، هغه په 1338 لمريز کال کي په کابل راډيو کي د ډرام او ډيالوګ په مديريت کي کار پيل کړ کله چي په 1342 لمريز کال کي د پوهني نندارې په چوکاټ کي پښتو تياتر ته هم ځای ورکړه شو نو هغه په خپل هنر کي نور هم وځليد او د قهرمان پر ننداره چي د خلګو له خوا ډيره وستايل شوه د وخت د صدراعظم د يو لک افغانيو جايزه وګټله ، هغه پر دی سر بېره په خپل هنر کي د صلح همبستګي او نور مډالونه هم ترلاسه کړي وه او پر خپل هنري فنکاری برسيره ئې په خپل هنر کي په زيات شمير شاګردان روزلي دي
فضلي په مشهور ډرامو لکه لوی احمد شاه بابا ، د ډبري زړه ، دشيطان مرګ ، شهيد جادوګر ، اشتباه ، د ميوند په ياد او ډيرو نورو ډرامو کي کار کړې وو او افغانانو د يو نامتو ممثل او فنکار په حيث پېژانده اود هغه د هنري ډيالوګونو څخه به ئې ځانګړی خوند اخسته
هغه په خپل هنر كې برلاسى او د ځانګړي سبك خاوند و، كله چې په هېواد كې تنظيمي جګړې پيل شوې او افغانان يې د اور پر تبۍ كښېنول دى هم د نورو افغانانو په شان اړ شو چې پېښور ته هجرت وكړي، هورې يې د بي بي سي د نوي كور نوي ژوند ډرامه كې د جبار خان رول پر غاړه واخيست چې تر دې دمه يې په همدې رول كې كار كاوه.
موږ په داسي حال کښي چي د ارواښاد فضل محمد فضلي مړينه د هيواد په هنر او تياتر کي لويه ضايع ګنو د هغه په مړينه خپله خواشيني څرګندوو
په کندهار کي د مېشتي بېنوا فرهنګي ټولني او بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي په استازيتوب د هغه روح ته مغفرت او د هغه کورنۍ ته دپوره صبر غوښتنکی يم
په درناوي
خالدهادي حيدري
دبېنوا انټرنيټ پاڼي ويب ماسټر ",ف. فضلي د هېواد تكړه ممثل هم په حق ورسېد
2400,,"
",
2401,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان دولت په پام کې لري چې د هيواد د برېښنا د سسټم په رغولو او پراخولو کې خصوصي سکتور ته ونډه ورکړی .
اوس چې هيواد د بيا رغونې په لور روان دی ، په ټولو برخو کې برېښنا ته زيات ضرورت ليدل کيږي اود افغانستان دولت دومره امکانات نه لری چې د ټول هيواد د بريښنا د سسټم د بيا رغونې چاره تر سره کړي، نو ځکه پانګه وال همکارۍ ته رابولی.
",د برېښناپه برخه کې د خصوصي سکتور هڅونه
2402,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د عدليې وزارت له ټولو ولايتونو څخه د سلو نه زيات قاضيان او څارنوالان کابل ته بللي چې د قضايې او عدلي اصلاحاتو په هکله سره وغږيږي.
د دې درې ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ د عدليې وزير سرور دانش وويل چې د بېلابېلو ستونزو او نېمګړتياو له کبله په تېرو دريو کالونو کې عدلي او قضايي اصلاحات په ښه توګه نه دي پلي شوي.
",په افغانستان کې د قضايي او عدلي اصلاحاتو لپاره غونډه
2403,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان بانک سر له نن څخه په بازار کې د يوې، دوو او پينځو فلزي روپيو چلند اعلان کړ.
په وروستيو کالونو کې ټولې پيسي د بانک نوټ په بڼه کې وي خو نن د افغانستان بانک اعلان وکړ چې بازار ته به فلزي روپۍ وړاندې کوي.
دغه پيسي د فرانسې په هيواد کې جوړيشوي دي چې په يو مخ يې د افغانستان د دولت نشان دې او په بل مخ يې د پيسو اندازه ليکل شوي ده.
",د افغانستان بانک ماتې پيسي بازار ته وړاندې کړي
2404,منصور,"
دغسل واجبونكي :
دكوم قسم ناپاكۍ نه چي غسل لازميږي هغي ته حدث اكبر يا لويه بي اودسي وايي غسل په څلوروخبرو فرض كيږي
(١)لذت اوجوش سره دمني وتل په ويښه وي كه په خوب كي اوهرڅه وجه چي وي
(٢) دښځي اونارينه يوځاي كيدلوسره
(٣)په ښځو مياشتنۍ مريضي (حيض ) راتلل
(٤)نفاس (دماشوم پيداكيدل )
دغسل فرائض :
١ : خوله وينځل اوغړغړى كول
٢ : پوزه وينځل چي خيشوم ته اوبه ورسيږي
٣ : دټول بدن وينځل چي دويښته په اندازه ځاى هم وچ پاتي نه شي كه كوم ځائي وچ پاتي وي اوبه بهول پرى ضروري دي صرف لوند لاس راښكودل پرى نه كافي كيږي
دغسل سنت طريقه :
لومړى به دواړه لاسونه مړوندونو پور ي پريمنځى بيا به استنجا وكړى بيا به كه په بدن كوم ځاي ناپاكي لږيدلي وي هغه به پريمنځي مكمل اودس به وكړى په اوچا ځاي كيناستلو سره به غسل وكړي په ټول بدن به درى كرته اوبه واړوى دغسل نه پس به پښي په بل ځاي كي پريمنځي يادونه : غسل نه روسته دپښو وينځل په هغه وخت كي لازم د ي چي تشناب عصري نه وي ځكه استعمال شوي اوبه هلته ډنډ وي اوكه تشناب كي اوبه نه ډنډكيږي ياغسل ته دكيتاستو ځاي لوړ وي نوپښي وينځل سنت د ي دغسل اواودس لپاره پاكي اوبه شرط دي
",د ځان پرېوللو ( غسل) فرايض او سنت طريقه
2405,منصور,"
دايمان مفصل صفت :
امنت بالله وملئكته وكتبه ورسله واليوم الاخر والقدر خيره وشره من الله تعالي والبعث بعد الموت
ژباړه :
ايمان مي راوړى په الله باندي اوپه ملا ئكو دالله اوپه كتابونودالله اوپه رسولانو دالله اوپه ورځ داخرت اودخيراوشرپه تقدير چي دالله دلوري دي اودمرګ نه پس په ژوند باندي .
دايمان مجمل صفت :
امنت بالله كما هو باسمائه وصفاته وقبلت جميع احكامه اقرار باللسان وتصديق بالقلب
ژباړه :
ايمان مي راوړى په الله اوپه نومونو اوصفتونو دالله اودالله ټول احكام مي قبول كړي په ژبه اقرار اوپه زړه كي تصديق كوم دايمان مفصل شرحه حضرت امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايلي چي دايمان بنسټ دادى چي ووايي امنت بالله په ژبه اقرار چي په الله تعالي مي ايمان راوړى اوپه زړه كي دالله دوجود اويووالي تصديق وكړى اويقين ولرى چي همدا الله دعبادت لايق دى دايمان لپاره په ژبه اقرار اوپه زړه تصديق ضروري دى .كه څوك يوازي په زړه كي تصديق وكړي اوپه ژبه اقرار ونكړي دشريعت په رڼاكي موْمن نه شميرل كيږي ځكه دده په تصديق ثبوت ندى موجود وَمَلا ئِكَتهِ دملائكو په وجود ايمان درلودل غير دفرق اودشمير دتعين څخه اودا ايمان در لورل چي ملائكي نه نارينه دي اونه ښځينه بلكه يو لطيف مخلوق دى چي په مختلفوشكلونو ځان بدلولاي شي اود ايمان لرل چي فرشتي دالله تعالي هيڅ نافرماني نه كوي الله تعالي فرمائي:
لايسبقون بالقول وهم بامرهم يعملون (الانبياء 27 )
ژباړه :
دوی په وينا كي وړاندي والى نه كوي اوخاص دالله په حكم عمل كوي او فر مائي :
لايعصون الله ما امرهم ويفعلون مايوْمرون
ژباړه :
دالله تعالي دحكم نافرماني نه كوي او هغه كوي چي الله ورته حكم وكړي كومه قصه چي دهاروت اوماروت په اړه مشهوره ده دهغي نه په قراّن كي څه ثبوت شته اونه په احاديثوكي همدغه رازڅوك چي ابليس لعين دفرشتو استادبولي نو دا هم غلطه ده ځكه دشيطان په اړه الله تعالي فرمائي :
كَانَ مِنَ الجِن (سوره كهف 50)
ژباړه :
شيطان دپيريانو څخه وو وَكُتُبِهِ او دالله په كتابونو ( تورات انجيل زبور اوقراّن سل صحيفو)باندي ايمان ردلودل وَرُسُلِهِ دالله تعالي په پيغمبرانوايمان درلودل چي دالله بندګان اودبشر لارښوني لپاره راليږل شوي . دانبياء كراموپه پيغمبرۍ كي فرق نه كوو لكه چي الله تعالي فرمائي:
لا نُفَرقُ بَيٌنَ اَحدٍ من رُسُلهِ (بقره 285)
ژباړه :
فرق نه كوو په منځ دهيڅ يوه (رسول ) درسولانو دالله تعالي كي ليكن پيغمبران په درجاتو كي سره متفاوت دي الله تعالي فرمايي :
تِلٌكَ الرسل فضلنا بعضهم علي بعض (بقره 253)
ژباړه:
داټول ( دادم عليه السلام څخه تر محمد صلي الله عليه وسلم ) پوري رسولان دي فضيلت وركړى دى مونږ ځيني ته پر ځيني نورو باندي محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم ترټولو غوره پيغمبر دى حديث شريف كي راغلي ژباړه : زه به لومړى هغه كس يم چي ځمكه ورته وڅيرل شي دجنت ګاڼه به واغوندم بيا به دعرش ښي طرفته ودريږم په مخلوق كي به هيڅوك داسي نه وي چي دلته ودريږي كوم ځاي كي چي زه ودريږم واليوم الاّخر اود اخرت په ورځ ايمان درلودل داخرت دورځي څخه هغه ورځ مراد ده په كومه به چي داعمالوحساب كتاب كيږي داخرت ورځ ورته ځكه وايي چي ددنيا دورځو وروستۍ ورځ ده والقدر خيره وشره من الله تعالي خير اوشر دالله تعالي دلوري دى چاته چي فايده وغواړي رسوي اوچاته چي نقصان وغواړي رسوي دادبل چاپه توان كي نه ده والبعث بعدالموت اود مرګ نه روسته ژوند حق دى الله تعالي فرمايي:
ثُم اِنكُمٌ يَوم القِيمه تبعثون .
ژباړه :
بيا به تاسي دقيامت په ورځ راوګرځول شئ .
",دايمان تشريح
2406,دوستي فرهنګي ټولنه سويډن,"
٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز
په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي دهيواد فرهنگي شخصيت تکړ ه لوبغاړي او وتلي فرهنگي څيرې ف فضلي دڅلوراتياکلونو په عمر له پاني دنيا نه دتل لپاره سترگي پټي کړې او دافغاني فرهنگ مينه وال يې دوير پر کمبله کښينول .
اناالله وانا اليه راجعون
فضل محمد فضلي چي (( ۸۴ )) کاله پخوا دتاريخونو ،حماسواوفرهنگ په ځانگو دکندهار په ښکلي ښارکې دعبدالصمد اخندزاده په په منوره کورنۍ کښي دنياته راغلی ،هغه داحمد شاه بابا ليسه پاي ته ورسول ولي د يو لړ ستونزو له کبله چي استاد ورسره مخامخ و ونشوه کړاي تحصيل ته نور هم دوام ورکړي .
استاد هغه وخت چي زده کوونکی و د مکتب په ډرامونو کې برخه اخيسته ، په هغه وخت کښې يې دکندهار دښار په خلکو او ځوانانو کې دتکړه لوبغاړي او ممثل په توگه شهرت پيدا کړ . په ډرامونو کښي دتمثيل سره دنوموړي دزياتي علاقي پر اساس دکندهار دښارد پيژندل شوي فرهنگي څيرې جان محمد پلار توجه ځانته واړول ،پلار صاحب هميشه هغه فرهنگي او تمثيلي کارونو ته زيات هڅاوه او پدي لار کښې يې له ف فضلي صاحب سره زياته مرسته کول . دپلار صاحب په هڅونه او هغهي علاقي پر اساس چي مرحوم ف فضلي صاحب دهنر او تمثيل سره لرله له کندهار نه کابل ته ولاړ او هلته يې دوخت دراډيو سره د ((ډرام اوډيالوگ په څانگه ))کښي کار پيل کړ. په ۱۳۴۲کال دپلارصاحب په مرسته دلمړي ځل لپاره په (( پوهني نندارې )) کې په پښتوژبه د تمثيلي پارچو په ښودلو پيل وکړاو بيا را وروسته استاد دکابل دښار د نورو نندارو او تياتر سره هم دتمثيل په برخه کې همکاري درلوده . ارواښاد استاد ف فضلي صاحب که دراډيو له لاري دتمثيلي پارچو او ډرامونو په تمثيل کښي ټاکونکې برخه درلوده خو په تياتر کښي هم دهغه نقش او رول ډير ژر وځليد او استاد دف فضلي په نامه يې په ټول هيواد کې شهرت پيدا کړ.
ارواښاد ف فضلي په پښتو او دري ژبو ډرامونه او لنډ داستانونه لمړۍ راډيو بيا وروسته تياتر،او تلويزيوني پروگرامونوته ليکل چي شمير يې تر زرو اوړي . دمرحوم استاد رول او نقش دکونډي زوي فلم ته دافغان ولس په منځ کښې دومره شهرت او نوم ور کړ چي تر اوسه يې قيصي دخلکو پر ژبه دي .
دهنر او تياتر سره دارواښاد کلکه مينه وه چي استاد يې دهنر لوړو پړيو ته ورساوه ، د افغاني هنر مينه والو هميشه استاد ته داحترام او درنښت په سترگه کتل ،چي دا دکوم زور ،ټوپک او پيسو برکت نه بلکه دافغاني فرهنگي چوپړ او افغان ولس سره دهغه د هميشنۍ ميني او علاقي روښانه بيلگه وه .
استاد نه يوازي ممثل بلکه دداستانو نو غښتلی او وتلی ليکوال هم و .
کله چي دتنظيمونو لخوا په هيواد کښي دواک پر سر خونړۍ جگړه شروع شول او هرڅه که دا هنر ؤ او که فرهنگ دبي فرهنگو دټوپک اوواک غوښتني قرباني شول ، ارواښاد استاد فضلي هم دهيواد دنور وطنپرستو پشان وطن پريښودلو ته مجبور او دژوندي پاته کيدو په خاطر پاکستان ته کډه شو . هلته يې دبي بي سي راډيو سره اړيکي ونيولې او د ۱۳۷۱کال نه بيا دژوند تر وروستۍ شيبو پوري دبي بي سي (( دنوي کور او نوي ژوند )) دپروگرام سره همکار و او ددغه پروگرام له لاري يې دا يولس کاله په ټول هيواد او نړۍ کښي دافغانانو په منځ کي د(( جبار خان )) په نوم شهرت وموند.
څرنگه چي استاد هميشه په تمثيل او خپلو ليکنو کښي دټولني ناخوالي او دحاکمانو کړنو ته دگوت نيوني په سترگه کتل او په خپلو ليکنواو تمثيلي هنر کښي يې ټولنيزي ناخوالي او بې عدالتۍ په غټ زړه ورتوب او شهامت سره منعکسولې دوخت دحاکمانو لخوا دهغه هنرته زيات دقدر په سترگه ندي کتل شوي او لکه څنگه چي لازمه وه د استاد دفرهنگي چوپړ درناوی او قدر ندی شوئ ، ولي بيا هم پر ټولو سترگو پټونو سربيره استاد ف فضلي نغدي جايزې ، ستاين ليکونه ،او مډالونه ترلاسه کړي دي .
سږکال پسله کلونو کلونو داطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا دهنر په برخه کې دلس گونو کلونو دنه ستړي کيدونکې تلاښ او جوړونکې فرهنگي چوپړ په پايله کې ارواښاد ف فضلي ته داستاد لقب ورکړه شو، داستاد تر مرگ يوه هفته مخکښي دبي بي سي راډيو لخوا داستاد نه پوښتنه وشول چي تاسو ددولتي چارواکو ددغي پريکړي په هکله چي تاسو ته يې داستاد لقب درکړی څه فکر کوی هغه په فرهنگي غرور او سړه سينه وويل : (( ما ته ډير پخوا افغان ولس داستاد لقب راکړی و)) او دا يو څرگند حقيقت و .
موږ پداسي حال کښي چي دگران استاد ارواښاد فضل محمد فضلي مړينه دهيوادوالو، ا فغاني هنر او ادبياتو لپاره نه جبيره کيدونکې ضايع او د فرهنگي جونگړيلپاره ستره فرهنگي تشه بولو دهغه مرحوم دکورنۍ غړو او علاقمندانو ته دلوي خداي له درباره نه د صبر غوښتونکي يو . داستاد ف فضلي د فرهنگي چوپړ ياد به دټول افغان ولس په زړونو کښي دابدلپاره يوه تل پاتي فرهنگي او ادبي خاطره وي . داستاد روح د ي خوشحاله وي .
د ټولني دمشرتابه په استازيتوب
حبيب الله غمخور
", په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني دخواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام
2407,سپېڅلی,"
٢٣ دوری ١٣٨٤
مصنوعي سترګي و نابينايانو ته دليدو اميد ورکوي . هيله کيږي چې نابينان به ددې وسيلې په مرسته په دې و توانيږي چې د څهرو پېژندنه وکړي .
دبي بي سي د انترنيتي رسنۍ په حواله، امريکايي کارپوهانو ونابينايانو ته ديوې داسي مصنوعي سترګي طرحه برابره کړېده چې که څه هم ناقصه به وي خو و هغوي ته به د بينايي حس ورکړي .
دغه مصنوعي سترګه د يوې كمپيوتري ترېشې او د يوه ويډيويي دوربين څخه تشکيله سوې ده .
دغه ويډيويي دوربين په هغه عينکو کې چې نابينا يان يې په سترګو کوي نصبيږي او بيا په هغه تراشه کې چې د سترګي ترشا ځاي نيسي ، تړل کيږي .
کوم انځورونه چې دوربين يې اخلي هغه و تراشې ته مخابره کيږي او تراشه بيا هغه د داسي علامو په ډول اړوي چې مغز يي پېژندﻻي سي .
دغه وسيله د بالتيمور د ښار د جانز هاپكينز په پوهنتون کې پروفسور ګيسلين داګنلي طرحه کړېده .
پروفسور داګنلي د خپلي اختراع جزئيات د تيري دوشنبې په ورځ په لندن کی د نابينايانو د پاره د سلطنتي ملي موسسي په کنفرانس کې څرګند او زياته يې کړه چې دی هيله من دی پر انسان باندي به ددې وسيلې آزمايښت د يوه کال په اوږدو کې پيل سي .
که څه هم د هغو انځورونو کيفيت چې مصنوعي سترګې يې خلقوي د واقعي سترګو د انځورو سره ډېر توپيرولري، خو کوﻻي سي دومره واضح وي چې و نابينا شخص ته د څهرو د پېژندلو امکان ور کړي .
هغه نارو غان چې د نابينايې دډېر مروج عامل ياني د ( دي جنرېنشن مكولاDegeneration Macular ) باندي مبتلا دي ښايې چې ترو نورو زيات ددې پرمختيا نه ګټه پورته کړي .
دا ناروغي هغه و خت را مينځته کيږي چې د سترګي "" ژړه لکه"" ضرر وويني. ژړه لکه د شبکيې مرکزي خوا ته هغه ځاي دی چې روښنايې يا نور په هغه کې متمرکزه او وروسته بيا په مغز کې په عصبي علامو اړول کيږي .
تراشه، دکاره لوېدلي سلولونه ليري غورځوي او پاتي سالم سلولونه تحريکوي .
",مصنوعي سترګي او نابينايانو ته دليدو امکان
2408,,"
٢٣ د وری ١٣٨٤
د افغانستان په جنوب کې چارواکي واي چې د طالبانو د يو برېد په ځواب کې يې د هغوي څخه دولس تنه وژلي دي.
واي طالبانو غوښتل د خوست يوپخوانې پوځي قوماندان خيال باز شېرزوي ووژنی.
د طالبانو د دغه برېد په ځواب کې افغان اوامريکني ځواکونو طالبانو ته زياته مرګ ژوبله اړولې ده.
",په خوست کې د طالبانو ١٢ تنه وژل شوي دي
2409,,"
٢٣ د وری ١٣٨٤
افغان حکومت په هيواد کې دننه او بهر پر ټولو شتمنو افغانانو ږغ کړی چې په کابل کې د دارالامان د تاريخي ماڼۍ په بيا جوړولو کې مرسته وکړي.
د جرمني هيواد هم د دارالامان د ماڼۍ د بيا جوړولو سره په دې شرط د مرستو لپاره چمتوالې څرګند کړی چې د بيا جوړولو نه وروسته دې دغه ماڼۍ دافغانستان پارلمان ته وسپارل شی.
خو د اطلاعاتو ، کلتوراو ګرځندوي د وزارت چارواکي ټينګار لري چې بايد د دارلامان د ماڼۍ تاريخي هويت وساتل شي. ",د دارلامان ماڼۍ د بيا جوړونې لپاره هڅې
2410,مولوي عبدالحق منصور,"
امربالمعروف نهي عن المنكر
داسلام مبارك دين دخپراوي دنده الله تعالي دانبياء كرامونه پس محمدي امت ته سپارلي اوهمدغه يي ورته دبهترۍ معيار ټاكلى الله داسلام دمبارك دين بلونكي بايد ددعوت لوازماتو څخه باخبره وي اوهم بايد پدي وپوهيږي چي امر بالمعروف اونهي عن المنكر څه ته وايي ترڅو دبلني په مقصد پوهيدلى وي.
دمعروف اومنكر تعريف :
علماء كرامو دمعروف اومنكر تعريف په لاندي ډول ذكر كړى .
١ : معروف هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي ښه ګڼي منكر هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي بد ګڼي (تفسير مدارك)
٢ : هغه څه چي دقراّن اوسنتو موافق وي معروف اوچي خلاف يي وي منكر بلل كيږي (تفسير مدارك) ٣ : معروف طاعت اومنكر معصيت ته وايي (تفسير مدارك)
٤ : ابوالعاليه وايي معروف توحيد اومنكر شرك ته وايي (ذادالمسير )
٥ : هغه چي په شرعه كي ذكروي فرض وي واجب اوكه مستحب معروف بلل كيږي اوچي شرعاً منعه وي حرام وي كه مكروه منكر بلل كيږي ( تفسير مظهري جلد1صفحه ١١٤) نور بيا
",امربالمعروف نهي عن المنكر
2411,منصور,"
تيمم : كوم ځاي كي چي اوبه نه وي يا استعمال سره يي سخت نقصان وي نو هلته تيمم داودس او غسل پرځاي صحيح كيږي اودس اوغسل كي نيت شرط نه دى اوپه تيمم كي شرط دى ځكه اوبه پاكي هم دي او پاكونكي هم ددي برعكس تيمم په خاوره وي اوخاوره پاكه ده ليكن پاكونكي نه ده دابه دنيت په ذريعه پاكونكي شي ديووخت تيمم سره خكووخته لمونزصحيح كيږ ي خوچي عذر باقي وي دقراّن كريم دتلاوت لپاره په شوي تيمم لكونز نه صحيح كيږي . دتيمم ماتونكي : داودس ماتونكي تيمم هم ماتوي دعذرپه ختميدو اوداوبو په ليدلوچي په استعمال يي قادر وي تيمم ماتيږي دتيمم طريقه :تيمم كي صرف مخ اولاسونو باندي مسح كول دي نورواندامونوباندي لاس راښكودل مسح كول نشته اول به دواړه لاسونه په مځكه ياداسي يوشي چي دخاوري اثر پري موجود وي ووهى وبه يي ګوري كه خاوره پري زياته وه نووبه څنډى اوپه مخ به يي راكاږى دوهم ځل به يي بيا په مځكه ياګردجن شي باندي ووهي اوپه لاسونو به يي تر څنګلوپوري راكاږى چى هيڅ ځاي پاتي نشي همدا تيمم دى . په زخم مسح : كه په بدن زخم يادانه وي اوپټۍ پري لږيدلي وي اواوبه رسيدل ورته نقصان رسوي ياكوم هډوكى مات وي او پلستر پري لږيدلى وي نو په دغه صورتونوكي دوينځلوپر ځاي دلوند لاس راښكودو سره مسح كول . پر موزومسح : كه څوك دڅرمني موزې استعمالوي دده لپاره په موزو مسح كول جايزدي كه مقيم وي يوه ورځ اويوه شپه به مسح كوي اوكه مسافر وي درى ورځي اودرى شپى به مسح كوي موزي به دپاكوالي په حال كي اچوي مسح دهغه وخت نه شروع كيږي كله چي اودس مات كړى دمسح طريقه : دښي لاس ګوتي به لمدي اودموزودپاسه به يي راكاږى . ",تيمم - پر زخم او موزو مسح
2412,محمديوسف هيواددوست,"
د افغانستان د علمي - او فرهنګي خدمتونو مرکز ډنمارک
د افغانستان د نومیالی فرهنګیال استاد ف .فضلی د ناڅاپي مړینې له امله
په ډنمارک کې د افغانستان د علمی – فرهنګی خدمتونو مرکز (خپلواکۍ ) د خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د تیاتر او تمثیل پخوانی، مجرب، نومیالی او مسلکی شخصیت استاد ف . فضلی د۸۴ کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او په حق ورسېد.
(اناالله و انا الیه راجعون )
ارواښاد استاد فضلی د کندهار په هنر پروره خاوره کې وزېږېد،لومړنۍ زده کړې او تنکي ځلمیتوب یې د خپلې کورنۍ تر ملاتړ لاندې په هماغه ښار کې ترسره کړ،له ماشومتوب څخه یې له تمثیل او نورو هنري چارو سره ځانګړې مینه درلوده.ځوان قضلي د کندهار او شا او خوا سیمو په هنري او ادي کړیو کې د یو مطرح لوبغاړی په توګه سر پورته کړ او له هنر سره يې سارې مینې د کابل ښار ته په کډه کړ او د افغانستان راډیو د تیاتر او تمثیل له لومړنیو بنسټ ایښودونکو څخه د یو تن فعال هنرمند په توګه څرګند شو. استاد ف . فضلي په نه ستړي کیدونکي توګه د پښتو تیاتر او سینما لومړني علمی او مسلکی امکانات برابر کړل ،شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړه او د کابل تیاتر ،افغان تیاتر ،افغان نندارې ،کابل رادیو ، د افغانستان راډیو ،د افغانستان تلویزیون،افغانفلم او کابل نندارې له لارې د پښتو هنر او تیاتر د لوړتیا او پیاوړتیا لپاره نه هیرېدونکي خدمتونه وکړل ،هغه د پښتو ډرام ،ډیالوک ،پښتو تمثیل اوپښتو فلمونو لومړني معاصر بنسټونه کېښودل او دا هغه وخت وو چې پښتو دغه شان یوه تشه په خپلې هنري برخه کې احساسوله.ارواښاد استاد فضلی دغه تشه ،دغه اړتیا،دغه غوښتنه او دغه هیله ترسره کړه .په سلګونو ډرامونه یې ولیکل،په سلګونو داستانونه ،پرله پسې راډیویي داستانونه یې وکښل ،لنډې کیسې یې ولیکلې ،نظمونه یې ډرامونو او داستانونو ته جوړ کړل ،په زرګونو درامونه او داستانونه یې پرودیوس کړل ،بې شمېره تمثیلي ټوټې یې ولیکلې او هغه یې ډایرکټ کړې ،په سلګونو تیاترونه او د تمثیل صحنې د هغه په استادانه هنرې لوبو او تمثیل ښایسته شوې ،په سلګونو شاګرادان یې وروزل ،او پښتو تیاتر او تمثیل یې له سیالانو سره سیال کړ..استاد ف . قضلی پښتو تیاتر ته عمومیت ورکړ ،خلک او اولس یې ورسره لا پسې بلد کړل ،پښتو تیاتر یې په خپلو هنری سفرونو سره ګاونډیو هیوادو او نړېوالو ته وروپېژاند او د ټول افغانستان په کچه یې پښتو تیاتر او ډرام ته د لوړتیا او درنښت مقام ور په برخه کړ.استاد فضلي یوه اړتیا وه ،استاد فضلی د افغان اولس د دردونو،رنځونو ،کړاوونو،بې وزلیو،دغه راز د افغان ملت د برم او بریو هینداره وه.استاد فضلی هغه شمعه وه چې د نورو د روښانتیا لپاره بله شوې وه،خپله وسوځېده ،خو جهان یې روښانه کړ.هغه د تیاتر صحنه د افغان ملت د سرلوړیو صحنه ګرځولې وه .هغه زموږ د ملت ترانې وویلې ،هغه د انسان سندره وبولله ،هغه د پوهې نغارې وغږولې ،هغه د مینې او پیوستون ډیوې بلې کړې .استاد د پښتو تیاتر او تمثیل ستوری و،روښانه ستوری ،داسې ښکلی چې رڼا یې زموږ د لارو لارښود او د یو هوسا ،سرلوړي ،ښاد ، اوبسیا ژوند زیری راوړونکی ،دغه ستوری ولوید،زموږ جهان په بل مخ شو،هنر مو بې استاده شو،خدایه ته صبر راکړې ،او استاد فضلی په خپل کرم سره وبښې او ښه جنتونه ورپه برخه کړې .
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګی خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) ټول کارکوونکي او مینه وال ،د استاد فضلی مړینه د افغانستان فرهنګ ته یوه نه جبران کېدونکې پېښه ګڼي او په دې توګه د استاد فضلی کورنۍ ،دهغه ملګرو،د هغه همکارانو، د استاد شاګردانو او ټول افغان ملت ته د زړه له کومې
دتسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوی
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) په استازیتوب
او د ارواښاد استاد فضلي د ۲۵ کالو شاګرد محمد یوسف هېواددوست ",د پښتو تياتر او تمثيل ستوری ولوېد
2413,محمد حسن حقيار - کابل,"
محمد حسن حقيار ٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز
رمان او ناول داسلام له نظره
که دنړۍ تاريخ ته وګورو نو وينو چې،الله (ج) دا کائنات رنګين پنځولي دي ٠ دفطرت هره پديده ښکلې ده٠ يه هر باغ او چمن ،دښته او غره کې دالله (ج) دفطرت دکرشمو انځورونه وينو٠او داهم جوته ده چې،الله (ج) انسانان هڅولي دي چې، له دې ښکلا څخه خوند واخلي ددې رنګينې نړۍپه خوږوالي خپله خوله خوږه کړي څرنګه يې چې، ددې رنګينې نړۍاو په کائناتو کې له پرتې ښکلا څخه خوند اخستل روا کړي دي همدا راز يې ددې جمال او ددې جمال دپنځوونکي دجلال ستاينه هم روا کړې ده آن دا چې ،خپل بنده ګان دې کارته هڅوي هم او ددې ښکلاګانو دستاينې لپاره تر ټولو ښه موزونه ژبه دشعر ، خيال، رمان او داستان ژبه ده يو ليکوال کولى شي چې،ديو عادي وګړي په پرتله داطبيعت څو چنده ښکلى انځور کړي کوم تصوير چې،يو شاعر او ليکوال له دې فطرت څخه اخستلى شي بل څوک يې نه شي اخستلى٠ دا هم څرګنده خبره ده چې،شعر ډېر باريک فن،موشګافي ،علو او غلو يا په بله ويناپه انځورولو کې ډېر افراط ، وړاندې تلل او لوړ پردازي ده په رمان، داستان، شعر، لنډه کيسه او ناول ټولو کې ځينې وخت له ليکوال څخه مبالغه کېږي، يوه سوژه ورته پېدا شي او بيا ليکوال هماغه سوژه غزوي ، له ځان څخه کيسه جوړوي همدا راز دکيسو ، شعر او مقالو ژانرونه هم بدلون مومي ٠ څو کاله وړاندې چا آزاد يا سپين شعر او هايکو نه پېژنده خو نن هغه دى دود ګرځېدلي دي٠ ښايي دنورو ملتونو او مدنيتونو په ادبياتو کې داسې چوکاټونه وي چې ، تراوسه هم ورسره مونږ بلد ونه اوسو نو ايا شعر ، داستان ، ناول ٠٠٠دپورتنيو صفاتو او ځانګړنو په پام کې نيولو سره روا ده او که نه٠ که دې پوښتنو ته لنډ ځواب ورکړونو ښه دا ده چې، ووايو شريعت دمضمون فورم ته نه ګوري اسلام دادبياتو دژانرونو دچوکاټونو سره کار نه لري څه شى چې، په اسلام کې مهم دى او حساب پرې کېږي هغه منځپانګه او محتوى ده ٠ ښه محتوى رغنده منځپانګه، ګټور مضمون که په هرچوکاټ کې وليکل شي نو روا او ښه بلل کېږي ناوړه وينا، ټولنې ته زيان رسوونکې ليکنه هغه وينا چې، دوګړنيز او يا ټولنيز فساد او انحراف لامل ګرځي هغه که په هر فورم کې وي شعر وي که نثر، ناول وي او که رمان ٠٠٠ناروا او بد کار بلل کېږي٠ اسلا م وايي چې ، ادب او هنر بايد ژمن وي ، يوه سپېڅلې موخه او يو ګټور ارمان ولري ٠ اسلام چوکاټونو ته نه ګوري ، هدف او منځپانګې ته ګوري٠
اسلام نوښت ستايي عربانو ډېرپخواڅو بڼيز او څو قافيه ايزشعرونه منځته راوړي دي ٠ موشحات يا څو بڼيز او څو قافيه ايز شعرونه دهماغه وخت لاس ته راوړنه ده همداراز له اسلام څخه وروسته يې هم ډېر ادبي سبکونه لکه ازاد شعر، خيالي او رماني کېسې او ناولونه راوپنځول چې، په ادبي سبکونو کې يې مقامات، او په خيالي او رماني ناولونو کې دابوالعلاءمصري ( رسالةالغفران)او( الف وليلة) يا زر او يوه شپه او په ژباړه کې دابن مقفع( کليله او دمنه) يا کليليکادومنيکا ديادونې وړ دي ډاکټر علامه يوسف قرضاوي ليکي:((په اوس وخت کې مونږ هم کولى شوڅومره مو چې، وس وي ادبي ژانرونه راوپنځوو،دخپلې ګټې شيان لکه لنډې کيسې ، رمان ،ډرامې ،تمثيلي پارچې ٠٠٠دنورو له ادبياتو راوژباړو))
لکه چې، و مو ويل اسلام دا ټول مني، هڅوي يې وړاندې مو هم وويل چې شعر دافراط او تفريط ژبه ده په ستاينه او غندنه دواړو کې د شعر خپله ژبه ( له حد څخه وړاندې تلل) کارول دي خو بيا هم په خپله رسو ل الله(ص) ډېرو صحابه و،تابعينو، تبع تابعينوشعرونه ويلي دي٠ شعر يې ددليل ،شاهد او سند په توګه وړاندې کړيدى٠ حضرت علي( رض)حضرت حسان،حضرت عبدالله ابن مبارک(رض) امام محمد ابن ادريس شافعي( رح)او ډېرو نورو لويانو شعرونه ويلي دي رسو ل الله (ص) فرمايي :
١: ((ان من الشعر حکمة)) يعنې :(( رښتيا چې په ځينې شعر کې حکمت وي))
٢: ((ان من البيان سحراً)) يعنې :((رښتيا چې په ځينې بيان کې سحروي))
٣: ((ان من البيان سحراً وان من الشعرحکماً))يعنې: ((رښتيا چې ، په ځينې بيان کې سحر او په ځينې شعر کې حکمت وي))
دا چې په شعر، کيسه او رمان کې ځينې وخت داسې څه ويل کېږي چې،په حقيقت کې نه وي واقع شوي نو آيا دا دهماغو دروغو په ډله کې نه راځي چې، اسلام حرام ګرځولي دي٠
ډاکټر علامه قرضاوي وايي چې:
٤: (( نه ،دا دحرامو دروغو په ډله کې نه راځي ځکه چې،لوستونکى او يا اورېدونکى په دې پوهېږي چې ، څه ليکل شوي او يا زه څه لولم اويا اورم نودا په عمل کې واقع شوي نه دي[ داهسې يوه سوژه ده يعنې لوستونکى پرې نه غوليږي] دا دهغو ويناګانو په څېر ده چې، د حيواناتواو الوتونکو له ژبې روايت او رانقل شويدي نوځکه دا دهنري پنځونو په ډله کې راځي ٠ الله (ج)د قرآن په نمل سورت کې دمېږي او هدهد ( ملا چرګک) دوينا روايت کوي او دهغوى خبرې يې رانقل کړې دي دا په حقيقت کې دهغوى دخبروتعبير، مفهوم او يا ژباړه ده چې مېږي او ملاچرګک په هغه وخت او هغه ځاى کې له سليمان (ع) سره کړې وې او کټ مټ هماغه الفاظ او هماغه ژبه نه ده ځکه چې ،دې دواړو هېڅکله هم په دومره فصيحه، روښانه او روانه عربي لکه څرنګه چې په قرآن کې روايت شوي خبرې نه دي کړي نو په ناول او رمان کې هم ليکونکى هماغه الفاظ ليکي چې ، ويونکي په احتمالي ډول په هغه اصل ځاى کې ويلي وي٠))
نو ويلى شو چې ،دا دروغ له هغو زيانمنوونکو دروغو سره توپير لري ځکه چې دا يو تميثل دى او بل داچې ،لوستونکى او اورېدونکى پرې درښتياو باور نه کوي او ښه پوهېږي چې، موضوع حقيقت نه بلکې تمثيل او خيال دى او کله کله داسې خيالونه او له ځانه جوړې شوې کيسې دولس داصلاح لپاره ډېرې ګټورې تمامېږي، دموضوع ليکونکى ،اورېدونکو او لوستونکو ته يو درس ورکوي٠ له عبرت څخه ډکې کيسې ورته وړاندې کوي چې ،که څه هم خيال وي خو چاته تاوان نه کوي بلکې، ګټه يې ډېره وي او په شريعت کې خو په ځينو هغو ځايونو کې چې، دروغ ټولنې او وګړو ته تاوان ونه لري بلکې ورته ګټه ولري ، داصلاح لامل شي ،دشر او فساد دورکېدلو، دسولې او ثبات دراتللولامل ګرځي روا دي ٠
که يو څوک داسې يوه کيسه له ځانه جوړه کړي چې ، چاته په کې زيان نه وي دټولنې او شخص شخصيت ته تاوان نه وي خو له پند او عبرت څخه ډکه وي او خلک سمې لارې ته رابولي نو ولې به حرامه وي؟٠
٠
ماُخذونه
(١) متفق عليه
(٢) متفق عليه
(٣)بخاري ، احمد،او دامام مالک موطا)
(٤)الاسلام والفن
",رمان او ناول د اسلام له نظره
2414,سعيد لودين - کاناډا,"
غزل
شهباز رنګه نغمه کي پر هـــر تار سره روان يو
په اوښکو کي تصويره پــر انګار سره روان يو
شبنمه ته نسيم او زه نصيب له ښکلو بېل کړو
وصال يــــــوه لحظه وه نور پر خار سره روان يو
پرون چي مو خاني وه د عالم پر سر مو ځای و
نن خوار يو چي له کلي يو دستار سره روان يو
ړنده دنيـــا ده وينې نــــــه مو ويني په رڼا کي
موږ څاڅکي د رحمت يو له غبار سره روان يو
وعــــده راکه سعيــده چي تر پايه به مي مل يې
کوڅو کي د لوټمارو د سپين هار سره روان يو
",شهباز رنګه نغمه
2415,,"
دپوهنوال ډاکټر رشيد راليږنه ( ٢٢ وری ١٣٨٤ )
دهيواد دتياتر اوتمثل دنوميالې استاد فضل محمد فضلي په وير
كابل _ افغانستان
هجري نيت دودانۍ په دنيا مه كړه
ګوره خونې ديارانو چې مـيرې دي
په خواشينۍ سره مو خبرترلاسه كړ چې دهيواد دتياتر اوتمثل نوميالي هنرمند استاد ف - فضلي هم له دغې نړى سترګي پټې كړې اودپښتو هنر دغه برخه چې دنژدې څلويښتو كالو په ترڅ كې ېې ځان دده له نامه، غږ اوهڅوسره مل كړى و نوره دده له اوچت پرتم څخه بې برخې شوه. څلويښت كاله دغه نوميالې هنرمند پښتو ژبه اودرامه سره وپنځول او په دغه ډګركې يې دخلكو ، ادب اوفولكلور تنده په خپلو اداكاريو سره دزړه له كومې ماته كړه. كلونه كلونه په كليو اوبانډو كې زموږ خلك دجمعو دشپو هغو درامو ته وهوسيدل چې په هغو كې ددغه نوميالي هنرمند ونډه له شكه پرته ديادونې اوستاينې وړ وه. دده په اوچت اورساغږ كې موږ دخپلو تاريخو وياړونو اوتاريخي اتلان څيرې په خپلو يادو اوفكروكې له ځانو سره انځور اوتمثل كړې ، دده غږ و چې موږ ته يې دآدم خان دتورې اومينې كارنامه اودرباب تلپاتې شرنګى داسې راترغوږ كا چې زموږد وياړداحساس اوناچارۍ دواړې تندې يې په يوشان سره په خپله حماسي اوتراژيدي وړتياكې راخړوبې كړې ، دده غږ و چې زموږ دپانې پت هنګامه يوځل بيا په كې راژوندۍ شوه اودده غږ و چې په هره درامه اوتمثل كې يې موږ ته ديوه زيږه اووياړلي افغانى كركتر په څيره كې زموږ دخلكوماسې اوحماسې په خپله رښتينولۍ سره را تداعي كړې. دده غږ و چې موږ خپله څيره د ميوند په پراخ اواتل ډګركې په كې وليده اوواوريده .
هو، داټولې اوتردې زياتې نورې ، داستاد فضلي له نامه سره مل وې او ده موږ ته هغه څه په خپل وخت كې په ميراث راپريښودل چې دتياتر اوتمثل دلارې ديارانو له پاره به يوتلپاتې اوروښانه لارښود وي ، فضلي په خپله دغه څانګه كې دپښتوژبې له پاره دومره څه ترسره كړي چې ترډيرو پورې به دده ځاى زموږ دډرامې اوتمثل په ليكو كې خالي وې . هوخالي ...
دخوشال فرهنګې ټولني لارښوده شورااوټول فرهنګيان داستاد فضلي په ناڅاپي مړينه خپله خواشيني څرګندوي، اودپښتودرامې اوتمثل په ډګركې دده نشته والى يوه نه جبران كيدونكې ضايعه ګڼي ،له لوى او بښوونكي خداى څخه ده ته دجنتو هيله كوي اودده له كورنى اودوستانوسره په دغه ساړه اودرانه غم كې ځان شريك بولي .
لوى اوبښونكى خداى يې د وبښي
نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال
",د خوشال فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام
2416,محمد حسن حقيار - کابل,"

2417,سپېڅلی,"
٢٤ وری ١٣٨٤
دهابل فضايې تلسکوپ چې د خپل خدمت وروستی ورځي تيره وي په دې بريالی سوی دی چې دکهکشانو د کړۍ ډېر ستر انځورونه چې د لوګي غوندي اوريځې ته ورته او د دايروي شکل په څير په فضا کې ليدل کيږي، مځکي ته را مخابره کړي .
دکهکشانو کړۍ يا دايره يو ځانګړی ډول کهکشان دی چې د يوې لوی ګردي څرخ په څير دآبي ستورو نه تشکيل سوی او د هغوي په مرکز کې د ژيړ ډولو ستورو يو ه ستره هسته ځاي لري . ددې ډول کهکشانو لومړی ډله په کال ١٩٥٠ کی ليدل شوي وه.
هغه کړۍ چې ددې ځانګړو کهکشانو په ګرد چاپير کې ځاي لري، و يو خاص ډول موجونو ته ورته ده چې په سوليتن Soliton باندي ياديږي .
دا ډول موجونه د لومړي ځل دپاره په ناڅاپي ډول په کال ١٨٣٤کې جان اسكات راسل نومي يوه اسکاتلنډي مهندس کشف کړ .
راسل چې يو وخت پر آس باندي د يوې کښتۍ چلونکي مخصوص کانال تر څنګه تېرېدی په هغه ځاي کې چې د کښتيو د تم ځاي دپاره ټاکل سوی وو متوجه سو چې يو ډول دايروي شکله غوندي موجونه جوړېږي چې تر ډېر اوږد واټنه پوري خپله انرژي او شکل ساتي .
دا پېښه تر ډېري مودي پوري د ياده وتلې وه تر څو چې د ١٩٠٦ په لسيزه کې د مارتين كروسكال په نامه يو امريکايې فزيک پوه يو ځل بيا هغه کشف کړه او د هغه دپاره يې د سوليتن Soliton د نامه وړانديز وکړ او د هغه فزيکي ځانګړتياوې يې واضح کړلي .
په مسکو کې دفزيک دانرژی د موسسې د جرج پرونكو په قول، نوې کشف سوې کهکشانو ته چې د هوگ آبجكت Hoag Objectنوم ټاکل سوی دی، د سوليتن د موجو ددرې کنجه ډوله څخه دی چې دهغوي اجزاوي د اوبو يا غازو د ماليکولونو په عوض کې هغه ستوري تشکيل کړي دي چې دهغه په مرکزي هسته کې دجاذبې د قوې په مجموعې کې په ګردښ کې ده . د سوليتن ډېر ساده ډول ګردباد دي .
د تازه کشف سوي کهکشان په هغه تصويرونو کې چې دهابل د تلسکوپ په ذريعه را لېږل سوي دي د سوليتني د دايرې نه تر ټولو داسي ستر انځورونه را ښيې چې نړيوالو تر اوسه هغه ليدلي وه خو په دې انځورونو کې په ښکاره ليدل کيږي چې څو بېل ډوله د سوليتن د کهکشانونو ډله موجوده ده .
په دې توګه جوته کيږي چې دا ډول کهکشان چې د هغوي په اړه تر اوسه پوري ډېر لږ معلومات په ﻻس کې وو، د نادره کيهاني اجرامو په ډله کې نه راځي .
تاسو کولاي سی د تازه کشف سوي کهکشانو انځورونه په لاندنی فضايې پاڼه کې ووينی :
www.arxiv.org/ps/hep-th/0503167
",د کهکشانو ډېره ستره کړۍ کشف شوه
2418,,"
",
2419,,"
٢٤ دوری ١٣٨٤
د امريکا ددفاع وزير کندهار ته ورسيد
دامريکا د متحده ايالتو ددفاع وزير دونالد رامسفلډ دعراق د ليدني نه وروسته، نن سهارد چهارشنبې په ورځ په کندهار کې د مېشته امريکايي پوځيانو او پوځي واحدونو دليدو دپاره د کندهار ولايت ته ورسيد.
ويل کيږي چې هغه به د سيمي د بياجوړني د کار نه هم ليدنه کتنه وکړي .
دښاغلي رامسفلډ دا سفر چې مخکي نه وو اعلان سوی په نظر کې لري چې د کندهار نه وروسته به کابل ته وخوځي او هلته به د افغانستان د جمهور رييس ښاغلي حامد کرزی او نورو افغاني دولتي چارواکو سره و ګوري .
",د امريکا ددفاع وزير کندهار ته ورسيد
2420,,"
جلالزی - کابل
دافغانستان جمهورریس حامدکرزی وایي دولت یې عراق ته دافغاني سر تیروداستولولپاره چمتودی خولاتراوسه له ده ځخه داسي غوښتنه نه ده شوې .افغان ولس مشرحامد کرزي چي په کابل کي دامریکادمتحده ایالاتو د دفاع له وزیر دونالدرامزفلدسره ترلیدو وروسته خبري کولې وویل له امریکاڅخه یې ددایمي ملاتړغوښتنه کړې اوداوږد مهالو ستراتیژیکو مرستوددوام یې ورسره ویلی دی .ښاغلی کرزی وویل په افغانستان کي یې دامریکاددایمي پوځي اډو د جوړیدا خبره پخوالا دامریکادمتحده ایالاتوله جمهورریس جورج دبلیو بوش سره کړې ده چي دده په باورپه افغانستان کی داوږدمهالوبهرنیولاس وهنومخه ونیوله شی .
دا له کابو تیرو دریو کلنوراپه دیخواچي په افغانستان کي دطالبانوحکومت نسکورشوی هیواد ته دامریکا ددفاع وزیرنهم سفروو.",افغانستان ته امريکا ددفاع وزير سفر پای ته ورسېد
2421,,"
د اسلا م او مذهب د برخي خبرتيا
د بينوا ويب پاڼي قدرمنو کتونکو ويب پاڼه په پام کښي لري چي د محبوب پېغمبر رحمت العالمين حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د پيدايښت ( ميلاد ) په اړه معياري ليکني خپرې کړي له درنو ليکوالو او علماو څخه هيله کيږي چي که د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د زېږېدني په ليکني لري د ربيع الاول د مياشتي تر اتمي نېټې پوري د بېنوا د اړيکو پر پته راوليږي
په درنښت
دويبپاڼي د اسلام اومذهب د برخي مسول ",داسلام اومذهب دپاڼی خبرتیا
2422,,"
محمد زمان ستانكزى
د كندوز ښار
د انسان له پيدايښت سره سم د پوهونې راپوهونې وسيله ژبه نه وه د هغه وخت انسانانو به په ځانګړو زشتونو يانې حركاتو يو بل پوهول د وخت په تيريدو سره ژوندانه توپير وكړ او په پايله كې يې زبه د پوهاوي وسيله وګرځيده چې په ترڅ كې يې راز راز ژبې منځ ته راغلې ، پر مخ ولاړې او د ملتونو تر منځ د يو معياري وسيلې په توګه راڅرګندې شوې ، ورسره جوخت پښتو ژبه هم را ميدان ته شوه په ځينې وختونو كې يې وده وكړه او په بعضې حالاتو كې د نورو تر اغيزې لاندې راغله ، زمونږ ګران هيواد افغانستان د پښتو ژبې مركز دى چې له دغه ځايه بيا لوى احمد شاه بابا د هند تر نيمې وچې پورې وغوزله دا چې وكړى شو خپل دا نه پرتله كېدونكى څيز له لاسه وركړو څو ټكو ته بايد ژوره پاملرنه وشي هر پښتون ژبى بايد په پښتو وګړيږي ، ليكنې او ژباړې وكړي
له نورو ژبو يې پښتو ته او له پښتو يې نورو ته وليږدوى په دغه كار سره به وكړى شو چې خپله ژبه د تل لپاره وساتو او كه داسې ونه كړو پښتو به د نورو ژبو تر څنګ ګوډه او ماته پاتې شي
يو ځاى كې ناست ووم د پښتو په اړه مو بحث كاوو يو دري ژبي ملګري مې وويل پښتانه په پښتو نه ګړيږي نو د خدمت كولو تمه به يې له چا وكړو دا خبره په لومړي سر كې را باندې ګرانه تمامه شوه په دې سره مې ځان ګوښه او ښايسته شانته مې وژړل او دې ته اړ شوم چې قلم را اوچت او د پښتنو په دې درانه خوب څه وليكم د نورو هيوادونو خلك زيار او كوشيش كوي چې خپلې ژبې له هر پلوه غښتلې كړي مګر مونږ خپل غښتلى څيز له لاسه وركوو ، صرف په دې خبره خوښ يو چې شپيته فيصده پښتانه په هيواد كې ميشت دي خو هغه وګړي چې پښتانه دي او په پښتو نه پوهيږي
دوى به په كومه شميره كې راشي .
اې پښتنو وروڼو او خويندو ! را وچت شئ دا له خپلو نيكونو نه پاتې ميراث نورو راتلونكو نسلونو ته روغ رمټ په لاس وركړى په دې بايد وپوهيږو چې د پښتنو او ددې ژبې دښمنان په يو ډول نه يو ډول غواړي چې دا ژبه وټكوي او د تل لپاره يې له هيواده وركه كړي په همدغه اساسي قانون كې له ملي توبه وغورځيده په دې يې خوښ كړو چې ملي سرود مو پښتو دى خو تر اوسه يې كوم څرك نه لګي او پر ځاى يې د رباني تنظيمي ترانه چليږي ، په مطبوعاتو كې خو په عمومي توګه له منځه تللې او كه چيرې كوم مضمون پرې خپور شي هغه هم ګوډ او مات وي .
اې ليكولانو ! راځئ چې ويښ شو او د حمزه با با دغه شعر ته چې وايي
اغيار به وايي د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
د عمل جامه ورواغوندو ،پښتو ته كار وكړو او د نړۍ د پرمختللو ژبو په قتار كې يې ودرو او كه داسې ونه شي په لوى لاس مو خپله ژبه له منځه وړې ، نه به له دري ژبي او نه هم له پنجابي ګيله وكړو په خپل دې حالت به وژړيږو چې په پښتو نه ګړيږو نو د خدمت كولو تمه به له چا وكړو .
", پښتانه چې په پښتو نه ګړيږي د خدمت كولو تمه به له چا وكړو
2423,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
په افغانستان کې يوسلو دېرش ښځي د دايې توب ( قابلګۍ) دوه کلن کورس بشپړ کړی دی.
دا په نږدې دوه لسېزو کې لومړۍ ځل دی چې ښځي د ماشوم زيږولو په چارو کې مسلکي زدکړې تر لاسه کوي.
اټکل دی چې اته سوه نورې ښځي به په دغه برخه کې خپلې زدکړې د راتلونکي کال تر پايه بشپړي کړي .
",١٣٠ تنو ښځو د دايې توب کورس بشپړ کړ
2424,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
په جلال اباد کې د ډيجيټل ټليفون يوه دستګاه پرانيستل شوی ده.
د مخابراتو وزارت واي چې په پام کې لري شا وخوا پنځه زره ټليفونونه په دغه ښار کې ګډونکونکو ته وه ويشي.
د دغه ټليفوني دستګاه په فعاله کيدو سره به د جلال ابادد ښاريانو لپاره د انټرنيټ اسانتياوې هم برابري شي.
",په جلال اباد کې ډيجټل ټليفون
2425,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
د افغانستان د لاري پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د نل ليکي غځولو سره د اسيا پرمختيايي بانک موافقه وکړه ، او دغه پروژه يې عملي وګڼله .
د پاکستان د تيلو وزير امان الله جادون پرونۍ پريکړه د درې واړو هيوادونو لپاره يو ښه خبر وباله.
د اسيا پرمختيايي بانک دغه پايلي ته رسيدلی دی چي دغه پروژه يوه عملي پروژه ده ،او په عملي کېدلو سره به يې ترکمستان ، افغانستان او پاکستان درېو واړو ته ګټۀ ورسيږي .په دغه غونډۀ کي چي د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز يې مشري کوله ، د ترکمنستان دتيلو اوګازو وزير امان ګېلدي ، او د افغانستان د کانواو صناعيو وزير ميرصديق برخه لرله .
شوکت عزيز وويله دګازو دغه نل ليکه چي ١٦٠٠ کيلو متره اوږدوالی لري د سيمي تر منځ به اقتصادي ګټي او همکارۍ لا غښتلي کړي .
",د اسيا پرمختيايي بانک د پايپ لاين پروژه عملي وبلل
2426,مولوی عبدالحق منصور,"
امام ابوحنیفه رحمه الله دایمان نه روسته داعمالوسزااوجزاذکرکوی حساب کتاب داعمالووزن جنت اودورخ حق دي نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی تسلی ورکوي چي دکفارودکفرسرکشۍعناداوکفر پروامه کوه مونږبه ورسره کوو.ثُمّ اِنّ عَلَیٌنَاحِسابهم (غاشیه 26)ژباړه : بیشکه زمونږپه غاړه ددوۍ حساب دی دقیامت په ورځ داعمالو تلل حق دي الله تعالی فرمايي والوزن یومَئذن الحق (اعراف 8)ژباړه : اوپه دغه ورځ د(اعمالو)وزن حق دی اوفرماییوَنَضَع الموازین الٌقسط لیوم القیامة فلا تظلم نفس شیئا (الانبیاء 47)ژباړه : اوکیږدو تله دانصاف لپاره دقیامت په ورځ ظلم به ونه شي په هیڅ نفس دقیامت په ورځ به دهر انسان نیک او بد اعمال به تلل کیږي دچاچي نیک اعمال درانه شي کامیاب اودچاچي نیک اعمال سپک اوبدیی درانه شي داکس هلاک شوالله تعالی فرمایی فاَمّا من ثقلت موازینه فهو فی عیشة ٍراضیة واما من خفت موازینه فامه هاویة ( قارعه 6تر9)ژباړه : دچاچی دنیکو اعمالوتله درنه شي نوهغه به په ښه ژوندون وي چی راضي به وي اودچاچی د(نیکو) اعمالووزن سپک شی نو دده ځای به هاویه وی (هاویه ګرم اورته وایی )اوفرمایی : فمن ثَقلت موازینه فأولئک هم المفلحون ژباړه : دچاچی دنیکواعمالوتله درنه شی نوهمدوۍ کامیاب دي مسلمان ته دقیامت دورځی په حساب کتاب داعمالو په تول ایمان لرل پکار دی داعمالو تول به څنګه وی ؟دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه هغه وفرمائیل اَلصُحُف کتابچی به وي چی نیک اوبداعمال به پکی لیکل شوی وي . اوس نوپه خپل ګریوان کی کتل پکاردي چی ماپه خپله زندګۍ کي کومه تله درنه کړي ده دنیکو اعمالو اوکه دبدو؟ که نیک اعمال زیات وی بایدنورهم کوښښ وکړی اوپه تیرو نیکواعمالودالله تعالی شکر وویستل شي که بد اعمال زیات په نظر راشی توبه ویستل اوپه اینده کي دنه کولوعزم پکاردی جنت دالله دنعمتونو اورحمتونو ځائ دی داسی نعمتونه چی نه سترګولیدلي نه غوږونواوریدلي اونه دچاپه خیال کی راغلي دا عقیده لرل پکاردي چی جنتونو لاپخواالله تعالی خپلو نیکانو بندګانو لپاره جوړکړي. قرآن کریم کی الله تعالی فرمائی اُعِدت للمتقین ژباړه : تیار شوی لپاره دپرهیزګارانوجهنم دالله دقهر اوغضب ځای دی پخوا تیارشوی اوڅوک چی دالله نافرمانی کوي اوکافران دی هغه به پکی اچول کیږي الله تعالی دجهنم په باره کي فرمائی اُعِدت للکافرین (آل عمران 131)ژباړه : (جهنم ) دکافرانو لپاره تیارشوی ",دقیامت دورځی حساب جنت اوجهنم
2427,مولوی عبدالحق منصور,"
مولوی عبدالحق منصور
اسلام اوبشری حقونه
په نړۍ دجهالت توري لړی خپری وې هرلورته کینه بغض حسد اونفرتونه وو په وړو خبرو لسګونه کاله دښمنۍ کیدی یودبل دوینوتږی اودمالونو يي وږی وو نه نارینه محفوظ وو نه ښځینه ورور دوروردښمن ووپلاردځوۍ او....لورخور خوچاپه انسانانو کی هم نه شمیرله تاریخ وګورۍ دچاپه کورکی به چی انجلۍ پیداشوه ژوندۍ به یی خښوله .مذهبونه اودینونه موجودووخودومره حدته دتحریف اوبدلون ښکارووچی اصل یی له منځه تلی وو هرڅوک دخپلی خوښی وو هو ! دسلام مبارک دین نه مخکی داټولی خبری موجودی وی الله تعالی دنیا ته دمحمد عربی صلی الله علیه وسلم په شکل کی رحمت راولیږه نبوت یی ورکړ قرآن یی ورکړ خلکو ته یی خدایی وروپیژانده دتیارو څخه یی خلاص اورڼاته یی راوستل دهرچا حق خوندی شودبشري حقوقو بنسټ یی کیښود مسلمانان يي دیوبل روڼه وګرځول دخپل منځی مینی اومحبت درس یی ورکړ . دالله دلوری ایات نازل شوانّمَاالمؤمنون اخوتژباړه : ټول مومنان سره ورونه دي اسلام حکم کوی چی جنګونو اوعداوت څخه ځان وژغورۍ یوبل سره مرسته وکړۍ دیوبل ضرورتونه پوره کړۍکه داسیونکړۍ نوتاسی به کامل مړمنان نه یاست محبوب فرمايی من لم یهتم بامورالمسلمین فلیس منهم
ژباړه : څوک چی دمسلمانانواړتیاوی پوره نه کړي ددوۍ څخه نه دی اسلام کي دژوند حق :دکائناتومالک په ناحقه دبل بشروژنه حرامه بولی اوڅوک چی داسی کاروکړی دهغه په اخرت کی جهنم اودنیاکی دمقتول په بدل کی دهنده وژنه ده ترڅودنوروژوند محفوظ شی الله فرمایی وَلکم فی القصاصِ حیوة ژباړه : تاسی لپاره قصاص کی ژوند دی په کومو هیوادونوکی چی دمرګ په بدل کی قصاص نه وی دوژنوشمیره پکی څومره زیاته وی خوکه یواسلامی عمل حکم عملي شوټولنه دمرګ دګواښ څخه ژغورل کیږی اسلامی ټولنه کی داموالوتحفظ:لکه څنګه چی دانسان ژوند قیمتی دی همدغه راز يي مال هم ارزښتناک دی باید ساتنه یی وشی دبل مال دخوراک څخه موقرآن په لاندی الفاظومنعه کوی ولاتأکلوااموالکم بینکم بالباطل ژباړه : خپلومنځوکی مو مالونه په ناحقه مه خورۍ دحجۍ الوداع په موقع نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خپله هراړخیزه خطبه کی دبشری حقونوپه اړه وفرمایل ای خلکو !ستاسو وینه ستاسومالونه اوستاسوعزتونه په یوبل داسی حرام دی لکه نن ورځ چی پدی ښارکی ددی میاشتی حرمت دی هرمسلمان دبل مسلمان وروردی څه چی پخپله اغوندۍ هغه ته یی هم واغوندۍ څه چی پخپله خورۍ په بل وروریی هم خورۍ ....داسلام دبشری حقونوپه اړه دامشت نمونه خروار مثالونه ووکه بشری حقونوپه اړه داسلامی اووضعی قوانینوپرتله وشی وبه پوهیږوچی یواځی اسلام دی چی دبشراوټولنی حقونه یی خوندی کړی
لدی روسته به ان شاءالله په ځانګړي توګه دبشری حقونوپه اړه معلومات وړاندی کوو ",اسلام اوبشری حقوق
2428,خيبر – ماسکو ٢٥ وری ١٣٨٤,"
خيبر – ماسکو ٢٥ وری ١٣٨٤
د روسيې غږ راډيو: په عراق كې د ملګرو ملتونو د موسسي د وسلو د لټوني د څارونكو ډلي پخواني مشر، هانس بيلكس، په همدي ورځو كي يوه ډيره پام را ګرځوونكي اعلاميه خپره كړي ده. هغه په دغه اعلاميه كې وايې چې پر عراق باندي د امريكي د متحدو ايالتونو د بريد اساسي لامل تيل و.
په دي اړوند د روسيې يوه سياست پيژندونكي، ويكتور ناديين رايفكسي، څو ورځي مخكې د «روسيې غږ راډيو» سره په يوه مرکه وويل:
په واقعيت كې د امريكي د متحدو ايالتونو ټول كړه وړه تر هر څه د مخه په نړۍ كې د خپلو مالي او اقتصادي گټو پياوړي كولو ته متوجه دي. او په لومړي سر كې د تيلو ګټو ته .
د واشنګتن هلي ځلي د هغه څه جوړولو ته متوجه دي، چې امريكايان يې د امريكي د متحدو ايالتونو لپاره د انرژۍ د تامينولو په ساحه كې د امنيت د سيستم په نامه بولي. او نن ورځ له تيلو او ګاز پرته د انرژۍ داسي سرچيني نه ليدل كيږي چې غټ حسابونه پري وشي.
د امريكي متحد ايالتونه، پر دي باور لري چې دوی يوازنی هيواد دي چې د نورو د اداره كولو وس ور سره شته. او لكه چې ښكاري په همدي دوي داسي ګڼلي چې د دي لپاره ډيره مناسبه موقع په لاس ورغلي چې د تيلو د نړيوالو سرچينو د خپلولو په خاطر بي رحمانه مبارزي ته لاس واچوي. او په همدغه لاره كې لومړني ګام، پر عراق باندي بريد وګرځيد. نو ځكه، هانس بليكس، كله چې د دغه بريد پر عواملو غږيږي، په حقه دي.
وياند: چې داسي ده، نو د امريكي د متحدو ايالتونو د دغو ګن شمير اعلاميو مفهوم څه دی، چې ګوا كې دوی د عراق او نورو هيوادونو د ديموكراتيزه كولو هڅه كوي؟
ځ: د ديموكراتيزه كولو خبري، دا يوازي پرده ده. پر عراق باندي د امريكې بريد په دې پلمه وشو چې ګوا كې عراق د ډله ييزي وژني وسله لري. خو كله چې څرګنده شوه چې دغه ډول وسله په عراق كي نشته، نو د يرغل د پټولو لپاره نوي پرو پاګنډي پرده وړاندي شوه. د استبداد پر ضد او د ديموكراسۍ په خاطر مبارزه. اوس واشنګتن نه يوازي د عراق، بلكي د ستر منځني ختيځ او د نړۍ د نورو سيمو د ديموكراتيزه كولو د ضرورت خبري هم كوي. د واشنګتن دغو ديموكراتيزه كوونكو پر عراق سر بيره، ايران، سعودي عربستان هم تر خپلي پاملرني لاندي نيولي دي او په همدي ځای كي هم د تيلو ګټي په ډاګه ښكاري. خو په پاي كې دا هم بايد وويل شي، چې د امريكي د ستراتيژي جوړونكو كارونه هغسي هم پر مخ نه ځي لكه چې دوی يې پلانوي . دا دي څه د پاسه دوه كاله كيږي چې په عراق كې د امريكي د نيواك پر ضد مقاومت روان دي او پای يې تر اوسه نه ليدل كيږي .
",پر عراق د امريكې د بريد اساسي لامل
2429,قريب الرحمان سعيد - ناروې,"
استاد قریب الرحمن سعید (ناروې) ٢٦ وری ١٣٨٤
اوسلو پوهنتون د ټولنيز اقتصاد عالي انستيتوت
",د هیوادد اقتصادي څرنګوالي په هکله یوه لنډه شننه
2430,,"
٢٦ د وری ١٣٨٤
د جرمني په کولن ښار کې د افغان فلمونو فسټيوال پيل شو.
په دغه فسټيوال کې نږدې ٢٦ افغان فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي.
فيسټيوال د اپريل د ١٤نيټې څخه تر ٢٤ نيټې پورې د المان د کولن په ښار کې د(فلم هاوس) په سينما کې داير شوی دی چې په کې دافغانستان ددننه او بهر څخه فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي.
",په جرمني کې افغان فلم فسټيوال
2431,هدايت الله هدايت - استراليا,"
هدايت الله هدايت ـ استراليا
١٥ – اپرېل – ٢٠٠٥ زېږديز
دسړې جګړې د ختمېدونه لږ څه باد ډېرو داسي انګېرل چې حتي پخپله امريکا به دنړۍ د هغو ګواښونو او تهدېدونو د سرچينې څخه مطمئنه نه وي کوم چې ځانته يې متوجه ګاڼه . امريکا ته به ښايې دا ګواښونه اووېري د پخواني شوروي اتحاد د ډېرو سترو زروي وسلو دزېرمو پاتې والی يا د چين په بېړه پرمختيا اويا د هر ي بلي نړۍ والي ستونزي نه چې وو را پيدا سوي وو.
خوددې سړې جګړې نه باد په يوه ټاکلې موده کې، امريکا خپل ټول ا صلي زور او توجه د نوي ډول وسلو د جوړولو و پراختيا او د موشکي دفاع و سپر ته را وګرځاوه څو په دې ډول و کوﻻي سي د خپلو ستراتيژيکو سيالانو نه پر مخ وﻻړ سي .
دنړۍ يواځنۍ ځبر ځواک په کال ١٩٩٩ په اروپا کې د خپل موقف په ټينګېدو سره د کوزوو جګړه پېل کړه څو په ستراتژيک لحاظ روسيه تر فشار ﻻندي راولي خوپه دوه زرم کال کې بيا بوش ادعا وکړه چې چين د هغه ستراتژيک سيال او رقيب دی .
په واقعيت کې ددې ټولو نه دا خبره جوته کېږي چې ښايې امريکا به د خپل اصلي دښمن په پېژندلو کې ترديد درلودی . خوپه نيويارک او واشنګټن کې دکال ٢٠٠١دسپتامبر د يولسمي پېښي امريکايي چارواکي غافلګيره او د پېښو مسير ته يې بدلون ورکړ.
دسپتامبر ديوولسمي تروريستي ناورين و امريکايي چارواکو ته دا سبق ورکړ چې دې هېواد ته لوی ګواښ پوځي لوی ځواکونه نه بلکه حتي د امريکا ستراتژيک دښمنان هم نسي کوﻻي و امريکا ته يو کارنده ګواښ و ګرځي . خو غير دولتي تروريستي سازمانونه په رښتيا هم کېداې سي چې د يوه ډېر ستر تهديد په څېر ځان را ښکاره کې .
د بوش د ادارې نوي سخت دريزه او محافظه کاره سلاکاران چې د داسي يوې لويي خطرې سره يې د مخامخ کېدو انتظار نه ﻻره خپله نړېواله ستراتژي يې په يوې ځانګړي تګلاري باندي سمباله کړه او خپله توجه يې د خپلو ستراتژيکو رقيبانو څخه د تروريسم او دډله ايزي وژني و سلاوو ته را واړوله کوم چې هغه يې و خپل ځانته د ډېرجدي ګواښ په توګه و باله .
د سپټامبر ديولسمي نه باد د ""بوش دکترين"" را ښکاره سو. امريکا د "" د شرارت محور"" او د ""مخ نيوونکې"" ستراتيژۍ طرحې راميدان ته کړې . د تروريسم سره د مقابلې اصل يې د زروي وسلو د پراختيا د مخنيوی او د "" ياغي هېوادونو"" پر اصلاح باندي و تاړه . ددې دکترين پر اساس امريکا پر افغانستان او عراق باندي خپل پوځې بريد پيل کړ او د خپل پوځې ځواکونو پر بيا جوړوني او پياوړتيا او بهر ته يې دامريکايې ځواکونو پر لېږلو باندي نوې کتنه و کړه .
دې دکترين و امريکا ته دا توان ورکړ څو په مينځني ختيځ، مرکزي آسيا، جنوبي، ختيځه او شمال ختيځه آسيا کې خپل سياسي او پوځې نفوذ زيات کړي ، د خپل عکس العمل ځواک په هغو سيمو اوهېوادو کې چې په لوي لاس يې پخپله بې ثباته او نا آرامه کړي وه ټينګ کړي او خپل د "" لويې مينځني ختيځ"" اصلاحي کړنلاره و ميدان ته را وباسي .
دغه ټوله ټکې ددې ښکارندويه دې چې د واشنګتن د تروريستي ضد کړنلاره "" دځان نه ددفاع"" د چوکاټ نه را وتلې او د ناخوښو رژيمو په بدلون پسې يې را اخيستې دي .
دامريکا دغه کړو وړو په ځانګړې توګه د فارس د خليج او د کوزوو د جګړو نه وروسته داوښودله چې امريکا د سړې جګړې نه باد خپل ذهنيت نه دی بدل کړی او اوس هم د پټ او ښکاره ګواښونو سره د مقابلې په خاطر دپوځي وسېلو نه کار اخلي . په واقعيت کې د بوش ددکترين فلسفه نه ددموکراسی داصولو رعايت بلکه د زور نه پر استفادې باندي تکيه ده . يعني داچې امريکا بايد د پوځې لحاظه هومره طاقت ولري څو پر ټوله نړۍ يې د خپل نفوذ سايه خپره وي . ځکه نو عجيبه نه برېښي چې دبوش ادره اوس هم دا هڅه کوي چې پرعراق باندي خپل يرغل او په دې اړه د امريکا سياست سم وښيې او هغه بر حق وګڼي .
خو کوم څه چې دلمر غوندي روښانه ده هغه ددې جګړي په هکله دنړېوالو ډېرکارنده منفي غبرګون دی .
امريکا له پوځې پلوه پر عراق بری وموند خو په دې هېواد او عربي نړۍ کې يې ځان د سولي په راوستلو کې دډېرو ستونزو سره مخامخ کړ. ددې سره سره چې دواشنګټن سياست ددې باعث وګرځېد چې ډېري پېچلي قومي او مذهبي اختلافونو ته زور ورکړي او ددې هېوادو ستونزي د خپلي خوښي پر سناريو او سمت باندي رهي کړي ، خو دعراق په اړه يې د خپل سياست دوام وعربي او اسلامي نړۍ ته دا پيغام ورکړ چې د امريکا غوندي يو ځبر ځواک هغوي د ددموکراتيکو اصلاحاتو په بهانه تر هدف لاندي راوستلاي سي . دې باور نور هم د اسلامي هيوادو او امريکا تر مينځ دډېري پراخي خوابدی او وارخطايې موجبات برابر کړی دي .
اوس خود دم درحاله دعراق علاج و واشنګټن ته په يوې ډېري جنجالي موضوع باندي تبديل سوی دی . دجنوري پر اته وېشتمه سپيني ماڼۍ په ډېره بيړه په عراق کې واګي و يوه مؤقت دولت ته و سپارلې . وروستنۍ ټاکني هم په ظاهره داسي ښيې چې ګني خيرو خيريت دی. خو د داشاني واک سپارل وضعي ته بدلون نه ورکوي او ان هغه ﻻ نور هم د زيات کړکېچ خواته ټيل وهي . اوس هم د امريکا يو لک و پنځه دېرش زره پوځيان د عراق په ډم کې بند پاتې دې او ددې هېواد د پوځيانو مرګ ژوبله هم ورځ په ورځ زياتېږي .
دعراق جګړې په نړېواله کچه د ويټنام دجګړې نه زياته دامريکا څېره کرغېړنه وښودله . حتي پخپله بوش کله چې دخپل اروپايې انډيوال انګلستان په سفر بوخت وو د خلګو سره يې د مخامخ لېدو مخ نه درلودلی.
پرعراق باندي د پوځې بريد د هماغه لومړنيو چمتو کېدو نه راهيسي بيا د جګړې نه باد ياني د بيا جوړوني تر وخته پوري هيڅکله هم دومره لوي او ډېر دردناکه بېلوالۍ د امريکا او د هغه دعنعنوي اروپايې انډېوالانو په مينځ کې نه وو راغلی. تېر کال ځېنو امريکايې تحليلګرانواو سياست پوهانو په دې اړه خپلې نېوکې راپورته کړې . ددوی نه ډېرو په دې باور وه چې بوش د خپلې مخنيونکی استراتژۍ په کارولو سره و نکړاې شوه چې په غوره توګه د هغو ګواښونو سره مقابله وکړي کوم چې د امريکا و مخي ته پرتې دي .
خو ددې سره سره د بوش ادارې و هغو غم لړلو استراتژيو ته مخه کړه چې د تاريخ په اوږدوکې يې د ډېرو امپراطوريو سرونه خوړلی دی .
تاريخ او دامپراطورانو افسانو دا ښودلې ده چې د بوش ﻻره سمي پاېلې نسي لرلاي بلکه دامريکا امپراطوري يې دډېرو نورو نا امنيواوبې بندوباريو سره مخامخ کړېده چې کېداې سي د کاملي نابودی تر کندي پوري يې ټيل وهي .
لکه څنګه چې د هاروارد د پوهنتون يو استاد وايې چې د امريکا د ځواک د تئوری لوي پارادوکس دادی چې په نړۍ کې د سياست صحنه ډېر بدلون موندلی دی اوان ډېر طاقتوره هېوادونه به ﻻ و نسي کړاې چې خپلو اهدافوته د پوځې ځواک اود روم دامپراطوری د ورته ميتودونو په کارولوسره هغه ته ځان ورسوي .
دامريکا د نوی محافظه کارانو پرخپل سر او يکه تازه سياست په نړۍ کې د قدرت او نړېواله نظامونو انډول له مينځه يووړ. ددې دو کالو پېښو دا وښودله چې د عراق جګړه يوه جبري جګړه نه بلکه يوه اختياري جګړه وه . پدي ډول اوس نو بايد د مخنيونکي جګړې اصطلاح د امريکا د ملي امنيت د فرهنګ څخه ليري کړل سي . همدارنګه دې جګړي د تروريسم سره د مبارزې په اړه د نړيوال ائيتلاف هغه لومړنۍ جذبه له مينځه يو وړه او هغه يې پڅه کړه . د امريکا په مقابل کې د اسلامي نړی قهر او غضب د عراق د جګړې نه باد را وپارېدی، ان دا چې دډېرو رسنيو په قول دالقاعدي و تروريستي ګروپ ته د نوېو غړو د جذب باعث سوه . همدارنګه په نړيواله کچه د تروريستي فعاليتونو اندازه کمه نه بلکه د پخوانه ﻻ ډېره زياته شوه .
د عراق د بيا جوړوني لپاره چې د نړېوالي مرستي غوښتنه را پورته سوېده يوځل بيا يې دا په ډاګه کړه چې په ننۍ شاربل سوې نړی کې په يواځې توګه تلل اوو هر څه ته د خپل ديد د زاويې نه کتل نسي کوﻻي چې ونړېواله مسئلو ته د حل يوه مناسبه ، متمدنه او ديموکراټيکه لاره پيدا کړي .
په داسي حال کې چې په ننۍ نړۍ کې يو تر بل او خپل مينځې اړيکې ژوري رېښې پيدا کوي او دهر هېواد ګټي د نورو هېوادو د ګټو سره غوټه کېږي ، ددې نوې پېړۍ په پيل کې پرعراق باندي يرغل او پر هغه باندي دجګړې تپل په نړۍ واله اړېکو کې يو ډېر منفي مثال وو . دا ځکه چې د جګړو خوارۍ تر خوښيو ډيري دي . دنړۍ د انسانانو لوي لښکر به و يوه ځبر ځواک ته هيڅکله دا اجازه ورنکړي چې نړيواله ټولنه دي په خپل پوځې طاقت سره د خپلو لويې غوښتنو و رابللو ته مجبوره کړي .
په عراق کې د امريکا او سنۍ حالت ددې خبري ښکارندوي دی چې کله د يوه ځواکمن هېواد دسلطې مفکوره دهغه هېواد د طبيعي حدود نه را ووزي او سر واخلي نو څومره ستري ناخوالي اولويې ستونزي را زېږه وي . هغه ستونزي چې نن سبا امريکايي چارواکي ور سره مخامخ دي هغه دنورو دګواښونو څخه نه بلکه پخپله دامريکا د غرور او فرعونيت څخه نشئت کړيدی . که څه هم امريکا داسي افسانې په سر کې لري چې ګني يوېشتمه پېړی به دامريکا پېړی وي خوتحليلګران په دې باور دي چې هيڅکله به و هغه ته و نه رسيږي .
په دې نوي پېړۍ کې د نړی عام ولسونه د ټولو سترو ځواکونو نه غواړي چې په ګډه اوپه يوه سالمه او سوله ائزه چاپيريال کې، د علم او تکنالوژۍ په پياوړتيا او شريکولو کې ديوې نړيوالي عادلانه ټولني د جوړلو په خاطر دهيوادو په مابين کې دسولي او دوستۍ لاري پرانيزي او د پوځې وسله والتوب ، رقابتونو ، لويې غوښتني او تشدد نه د بشريت دبقاء او سوکالۍ په خاطر ﻻس واخلي .
",دامريکا اندېښنې اونوي ستونزي
2432,,"
باختر اطلاعاتي اژانس - کابل ٢٥ وری
د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت فرمان
د اطلاعات او کلتور او توريزم وزارت د وړانديز ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکي ادارې د تائيد سره سم د جمهوري رياست له خوا په نوموړي وزارت کښي لاندنۍ ټاکني شوي دي :
- نجیبه مرام د نړيوالو مطبوعاتو دمرکز ريسه ، د مطبوعاتو د عالي شورا د غړي په توګه
- محمد شریف ازمان د ازادو مطبعو د تصدۍ دريس په توګه
- توریالی حاحي د هيواد ورځپاڼي د ريس په توګه
- اجرالدین اقبال د ملي راډيو تلويزيون د اسلامي ښووني دامر په توګه
- عبد الواحد د ملي راډيو تلويزيون د مبسر په توګه",داطلاعاتو اوکلتور په وزارت کي نوي ټاکني شوي دي
2433,,"
هالنډ٢٧ - وری
په جرمني کي د افغان فلمونو فستيوال او ( هجرت )
داپرېل پر ١٤مه نېټۀ د جرمني د کولن ښار کي دافغاني فلمونو فستيوال پرانستل شو ، دغه فستيوال دنوموړي ښار د ( فلم هاوس ) له خوا جوړ شوی او پر مخ بېول کيږي .
په نوموړي فستيوال کي چي داپرېل تر ٢٤ پوري به دوام لري ٣٠ - افغاني فلمونه د نندارې لپاره په پام کي نيول شوي دي .
ديادولو وړ ده چي په دغه فستيوال کي دافغانستان د سينما زړې اونوي لاسته راوړني نندارې ته وړاندي کيږي ، د نوو افغاني فلمونو په کتار کي به داپرېل پر ١٨مه نېټۀ نوی افغاني هنري فلم ( هجرت ) هم نندارې ته وړاندي شي .
په پورته يادو شويو دېرشو افغاني فلمونو کي چي په دې فستيوال کي به د افغانستان د سينما استازيتوب کوي يوازي هجرت د هيواد په ملي او رسمي ژبو ( پښتو _ دري ) جوړ شوی ، او پاته ٢٩ ټوله په دري ژبه وړاندي کيږي .
د افغاني فلمونو د فستيوال لپاره په لاندي پتواړيکي ټينګولای شئ :
Kِlner Filmhaus ∙ Maybachstr. 111 ∙ 50670 Kِln ∙
Fax 0221-222710-99 Tel 0221-222710-15/20
E mail: kino@koelner-filmhaus.de
",دجرمني د کولن په ښار کي د افغاني فلمونو فستيوال
2434,ډاکټر سبحان هاتفي - کليفورنيا,"
ټوله شپه مي ياره ستا په غم ژړلي دي
ته ولي راته وائې چي تا کم ژړلي دي
په ډير خواشينۍ سره بايد وويل شي چي د څه د پاسه د يوې پېړۍ راهيسي او په ځانګړې توګه په وروستيو درې لسيزو کي د پښتنو سيمي او پښتانه بې له کوم جرم څخه زيات وځپل شول . پښتانه په ډله ايزه توګه د ژوند د نعمت څخه محرومه کړل شول ، پښتانه د خپلو کورونو نه د وژني ، وهلو او ټکولو سره وايستل شول او په ځينو برخو کي د پښتنو مالونه تالا او په ناموس ئې تېری وشو .
د پښتنو مشران په بمونو او راکټونو ووژل شول ، د پښتنو ښادۍ او ودونه په وينو ولړل شول ، پښتنه ناوې د خپل خاوند کور ته د تګ په لاره کي شهيده او په وينو لړلې ډولۍ ئې هديرې ته يو وړل شوه د پښتنو تنکي زلميانو او کوچنيانو پداسي حال چي په لوبو اخته ول دبمباريو او راکټونو د اورولو له امله د بدن غوښي په هوا کي خپرې شوې ، د پښتنو په سرونو کي ميخونه ټک وهل شوه ، سترګي ئې وايستل شوې او غوږونه ئې پريکړل شول .
او هغو چي په سهېلي برخو کي ددې ناورينو ، ناخوالو نه ژوندي پاته ؤ د خپل سردساتني لپاره د خپل پلرني سيمو پرېښېدو ته اړ او په ډله ايزه توګه د افغانستان سويلي سيمو ته کډوال شول ، چي نن د د سپين بولدک ، ژړې دښتي کمپونو او نور ځايونو کي د نامعلوم ژوند شپې او ورځي تېروي .
ترهغه ځايه چي ما دا کمپونه وليدل دا خواره کډوال شوي پښتانه هلته په ژمي کي د يخنۍ او په اوړي کي د مارانو د چيچلو څخه مري ، د ملګروملتونو راپورونو کي ددې بالجبره کډوالو شمېره ٤٠٠٠٠څلوېښتو زرو تنو ته رسيده .
ملي ژبه چي دملي پيوستون يا ملي يووالي راوړلو کي اساسي عنصر دی د بده مرغه د افغانستان پلازمينه کابل کي په دولتي دفترونو کي د پښتو ويل جرم ګڼل کيږي او داهم وليدل شول چي څوتنه پښتني ځوانان چي په بله ژبه نشو ږغيدلای د پاکستاني په نامه د مرګ تر پولي وټکول شول ، د پښتنو ميليونونه کتابونه په اور وسوځول شول ، پښتو د راډيو تلويزون او اخبارو څخه په بشپړه ټوګه وايستله شوه ، کابل کي ١٣٠ ورځپاني ، مجلې او نور ي خپروني منځ ته راغلې چي صرف ٥ ـ ٧ ېې په پښتو دي او بس .
بې له کومي دقيقي سرشمېرني نه د ستميانو او شورا نظار د ډلو لخوا نړيوالو رسنيو ته د پښتنو نفوس چي د ٥٥٪ څه تر ٦٢ ٪ پوري وي هغه ئې د څلويښت نه کم ښودلي . دا ځکه کابل ښاري څانګو کي په تذکره کي د پښتون کام پرځای پښتون ئې تاجک ښودلی .
د تش په نامه بيارغوني کي پښتني سيمي په دې بهانو چي هلته امينت نشته هلته القايده او طالبان اوسي هيڅ کار ورته ندی شوی پداسي حال کي چي د پښتنو سيمي ټولي لکه د برلين ښار د دوهمي نړيوالي جګړې پای کي د خاورو سره برابري شوي دي ، د راپورونو پر اساس د دوهمي نړيوالي جګړې وروسته د افغانستان پښتني سيمو باند ي زيات بمونه اچول شوي دي او د بده مرغه دا لړۍ تر ننه پوري دوام لري .
مشهور متل دی ( پوهنه رڼا ده ) خو ددې رڼا نه پښتنې سيمي بې برخي دي هلته د پښتني ضد ډلو د پوهني وازرت ئې په قبضه کي و او دا پروپاګنډې کولې چي پښتانه د تعليم سره ضديت ښيې . د بلي خوا د يوې دسيسې په اساس څرنګه چي پلان و چي کابل د پښتنو نه تش کړي د څو لسيزو راهيسي عملاً په کابل کي د پښتنو انجونو او زامنو لپاره يو د لمړنۍ او يا لوړو زده کړو ښونځي وجود نه درلود دا له دې امله و چي پښتانه قصداً بېسواده وساتي اوس يې نو دا ډنډوېه پيل کړې ده چي پښتو ويونکي او غير پښتو ويونکي پښتانه ، معلومه نه ده چي راتلونکي کي به پښتانه به څه نومونو بېلوي .
دا چي ضد پښتني ډلي د پردو په پيسو په خپلو خپرونو او ويناو کي د پښتنو باباګانو ،مشرانو ، نيکونو ته سپکي سپوري وائې دا پدې دليل چي د پښتنو وياړني له منځه يوسي د تاريخ پيښي د ځان په ګټه بدلي کړي ددې ټولونو نه موخه داده چي د ګران هيواد ملي هويت له منځه يوسي او دا ټولو ته جوته ده چي بې هويته هيواد او ملت باندي هرڅوک تېرې کوي . او هغه د ځان بولي ، چي دا غميزه نن د پښتونخوا په سيمه کي په ټول قوت سره پر مخ ځي .
نن چي د ساينس او ټکنالوژي نړی ده د پښتني ضد وګړي حتی د فلمونو نه د خپل کرغېړن پلان د پاره کار اخلي په دې ورستيو وختو کي زيات ليدل کيږي چي ټول بدکاره ، ناوړه او منفي رولونه پښتنو ته ورکوي تر څو نړې ته وښيي چي پښتانه داسي بد کاره ناپوه خلک دي . په کتابونو کي هم د هغوی ټول ناروا او منفي کارونه پر پښتنو تپلي دي .
ددې ټولو ناخوالو ، نادودو او جفاګانو سره بيا هم دوئ په ټولي بې شرم سره پښتون قام غاصب ، فاشيست ، بيسواده او بې تمدونه بولي . تر هغه ځايه چي د تاريخ په مخونو کي ليکل شوي دا سيمه د زرګونو زرګونو کلونو راهيسي د پښتنو سيمه ده او پښتنو په خپل سرښيندنو دا سيمه ساتلې ده او که چيري کوم فاتح نوري سيمي نيولي هغه هم دپښتنو د توري د شرنګ له برکته ؤ . ولولئ چي د سلطان محمود غزنوي د وخت يو شاعر دا مسئله په خپل شعر کي څرنګه راوړې ده .
ترک و نامردو و دانګل له جنګه
زه پښتون ولاړ د سلطان تر څنکه
سوال دادی چي اخير تر څه وخته به موږ داسي در په دره ، لوږي ، بربنډه بېسواده پاتي يو ؟ . او تر څو به زموږ ځوانان په يو او بل نامه وژل کيږي يا په جيلونو کي د زولنو سره شکنجه کيږي نن موږ ټول پدې پوهيږو چي د منطق او استدلال دوران دی .
پښتنو ستاسو توره او ټوپک د تاريخ په اوږدو کي د يرغلګرو څټه وايستله . خو نن زمانه بدله شوې راځی چي دخپلو پلرونو او نيکونو د هغه خدای ورکړي اهليت اولياقت د رعايت او پوهي نه په ميراث اخستلو سره کار واخلو او په سوله ايزه ټوګه خپل حقه حقوق تر ﻻسه کړو ، مهتماګاندي ددې سياست څخه په کار اخيستلو سره انګريزان د بهارت څخه وايستل .
دسوله ايزي مبارزې سره نو څوک نه شي کولای پر موږ د القايده يا طالب ټاپه ولګوي . دا پرحقه پاڅون د کوم امتياز غوښتني لپاره نه بلکې د حق غوښتني په خاطر وي ، ټول بايد ځانونه په دې پوه کړو چي حق غوښتنه زموږ طبعي حق دی او حق غوښتنه امتياز غوښتنه نه ده . دا خوځښت بايد ډله ايز وي نه په ځانګړې ټوګه ، په ځانګړې توګه مبارزي تل ځپل شوي دي نو دډيرو سوچونو او ژورو رو څېړنو نه زه دې پايلي ته ورسيدم چي :
دپښتنو د توکمي جرګې د جوړولو وړانديز ټولو پښتنو او په هيواد دننه څه چي بهر هم وکړم .
جرګه د پښتنو په تاريخ کي يو منل شوې باصلاحيته مرجع ده ، دجرګې غړي د پوهو ، پخو او ريښتنو خلکو څخه ټاکل کيږي ، دجرګې غړي بايد د پښتونوالي په ټولو اصولو او مقرراتو وپوهيږي که چيري مسئله ملي بڼه ولري نو د ټول هيواد څخه جرګې ته استازي رابلل کيږي چي په هغه صورت کي ورته لويه جرګه وائې .
دپښتونولۍ جزائي حقوق دومره په غور سره وضع شوي چي هيڅ قانون به ونه کولای شي ورسره سيالي وکړي دلته دا څرګندونه ضروري بولم چي ارواښاد بېنوا د پښتونولي په اړه کړې .
(( پښتونولي د بشريت عامي ښېګڼي اود اسلاميت لوړ اخلاق دي ))
کله چي پښتنو جرګه وټاکله نو بشپړه صلاحيت هم ورکوي او هيڅوک نشي کولای د جرګې د پريکړي نه سرغړونه وکړي ، نن چي پښتون قام د تاريخ په خورا حساسو شېبو کي قرار لري لازمه ده چي د تدبير نه کار واخلي اودپښتنو توکمي نړيواله جرګه دي جوړه کړي او بيا دا جرګه د پښتون قام په استازيتوب سره د پښتنو غمجن حالت د کابل د ادارې مشر ، د ملګرو ملتونو استازواودامريکې چارواکو سره مخامخ خبرو اترو لپاره مطرح کړي ، هغه مسايل چي زما له نظره مطرح شي دا لاندي ټکي دي :
١ : ـ پښتون قام چي په په افغانستان کي غوڅ ډيره کي دي په کومه ګناه د هغو سيمي بمباري او خلک ئې وژل کيږي .
٢ : ـ ولي پښتانه صرف د پښتو ويلو په جرم په جيلونو کي اچول کيږي او سزاګاني ورکول کيږي .
٣ : ـ د تاسو د اساسي قانون په اساس پښتو ملي ژبه ده ولي پښتو د حکومتي ادارو ، راډيو تلويزيون او اخبارو څخه ايستل شوی .
٤ : ـ څرنګه د افغانستان پلازمينه کي يو لمړنۍ ښوونځۍ د پښتنو ماشومانو لپاره نشته .
٥ : ـ تعلمي نصاب بايد ٥٠ ٪ انډول مراعات شي .
٦ : ـ دپښتنو سيمي ولي عمداً او قصداً ويجاړي ساتل کيږي د بيا رغوني پرګرامونه هلته بايد پلي شي .
٧ : ـ مطبوعات د تنګ نظرو متعصبو له منګلو نه خلاص شي .
٨ : ـ نند پردو ځواکونو ددايمي شتوالي خبري اوريدل کيږي پدې هکله جرګه پريکړه وکړي .
٩ : ـ دپښتنو د حقه حقوق نه دي سترګي پټي نه شي کار دي اهلي کار ته وسپارل شي
١٠ : ـ بهرنۍ سفارت خوني دي د يوه کلي او يوې سيمي له وګړو د قبضې څه خلاص او د ملت پوهو مسلکي خلکو ته وسپارل شي .
ډاکټر سبحان هاتفي
P.O.Box 331 – ALAMEDA,CA 94501 شمالي کلفورنيا ، متحده ايالات
",د پښتنو توکمي جرګې جوړول ديوې ټولنيزي اړتيا له مخي !
2435,منصور,"
سورة البقرهسورة البقره مدنی سورة دی ۲۸۶ایاتونه اوڅلویښت رکوع لريبسم الله الرحمن الرحیم
الم (۱)ذلک الکتب لاریب فیه هدی للمتقین (۲)الذین یؤمنون بالغیب ویقیمون الصلوة ومما رزقنهم ینفقون(۳)والذین یؤمنون بماانزل الیک وما انزل من قبلک وبالآخرة هم یوقنون(۴)اُلَئِکَ علی هدًی من ربّهم واُولئک هم المفلحون(۵)ژباړه :ددی حروفو په معنی الله عالم دی (۱)داکتاب نشته هیڅ شک پده کی (دغه کتاب )دپرهیزګارانولپاره لارښوددی (۲)هغه کسان چ یایمان لرونکی دي په غیبو باندی اوقایموي (سم اداکوي ) دوۍ لمونځ اوهغه څه (مال)چی مونږورکړی نفقه کوي یی (۳)اوهغه کسان چی ایمان لري دوۍ په هغه کتاب چی تاته نازل شوی اوپه هغه کتابونوچی لتا نه مخکي نازل شوی اوپه آخرت دوۍ یقین لري (۴)دغه کسان دالله له لوری په هدایت دی اوهمدوۍ کامیاب دي (۵)لنډتفسیر : الم داحروف مقطعات دی چی په معنی باندی الله تعالی عالم دی څوک وایی دادالله اورسول ترمنځ یوپټ راز دی چي مونږته دبعضی حکمتونوله وجی ندي راښکاره شوي ذلک الکتب لاریب فیه پدی کي هیڅ شک نشته چی داکتاب دالله دلوری ندی بلکه خالص دالله دلوري دی ټول مضامین یی ریښتیني اوواقعی دی هدیً للمتقین (۲)له دغه ځایه دقرآن کریم تراخره پوری د(اهدناالصراط المستقیم) ځواب دی چی دبندګانوله خواغوښتل شوی وه قرآن هغه کسانوته لارښیئ چی دالله تعالی ویره اوخوف یی په زړه کی وی هغه به ضرور دخواوبدو پلټنه کوي اودچاپه زړه کی چی دالله خوف نه وی هغه به دبندګۍ سره څه علاقه اودعذابه څخه به څه اندیښنه ولری ؟الذین یؤمنون بالغیب تراخردایت پوری هغه شیان چی ددوۍ له عقل اوحواسوڅخه پټ دی لکه وحدانیت ،رسالت ،حشر نشر،قیامت ، حساب کتاب ،ملائک ،جنت اودوزخ دغه ټول دالله اورسول دارشاداتوسره سم اویقینی کڼی ددی څخه څرګنده شوه چی په غیبو ایمان نه لرونکی دهدایت له فیضه محروم دی .دصلوة اقامت نه دلمانځه په وخت اوادابوسره اداکول مراددی والذین بما انزل الیک ..تراخردایت پوری په تیرایت کریمه کی دهغه کسانو یادونه وه چی مشرکین وو اوپدی ایت کی الله داهل کتابو(یهودواوعیسایانو) یادونه کوی بدله یی په لاندی ایت کی ذکرکیږی اُولئک علی هدی من ربهم تراخردایت پوری .پورته دواړه ډلوته هدایت ورپه برخه شواوپه اخرت کی به خپل مراد ته ورسیږی څرګنده شوه څوک چی دایمان اونیکواعمالوڅخه بی برخی وی دنیا او آخرت دواړه یی برباد دی(تفسیر عثمانی ) ",سورة بقره (اول درس)
2436,مولوی عبدالحق منصور,"
عن انس رضی الله عنه قال قال رسول الله ﷺ مَنْ احَبّ انْ یُبْسَط لَهُ فیْ رِزْقِهِ اَوْ یُنسالَهُ فیْ اثرهِ فلیَصلْ رَحِمَهُ (متفق علیه ) ژباړه : نبی کریم ﷺ فرمایلی څوک چی غواړی رزق یی زیات اواجل یی روسته شی نو خپلوانو سره دی خپلوی کوي شرحه : پورته حدیث شریف کی خپلوانو سره دخپلوۍ حکم شوی .کورنۍ ته په ټولنه کی زیات ارزښت حاصل دی کورنۍ په اصل کی دانساني ټولنی لومړۍ خښته ده په همدی کلي اوښارونه جوړیږی نوکه دکورنۍدخلکوترمنځ څومره ناسته ولاړه زیاته وی په همغه اندازه به یی مینه اومحبت هم زیات وي نوځکه الله ﷻ دخپلوانو دحقونوپه پوره کولوزیات زور راوړی نژدی خپلوانو ته یی په میراث کي پوره حصه مقرر کړې اوبارباریی تلقین کړی چی خپلوانو سره مرسته کوۍ دحدیث څخه څرګندیږی چی څوک خپلوانو سره دخپلوۍ نه کولوپه وجه پّ ټولنه کی فساد پیداکیږي اوداهم څرګندیږی څوک چی خپلوانو سره خپلوي نه کوی اللهﷻ یی دخپل رحمت څخه لری کوي مسلمان باید خپلوانو لپاره هررازقربانۍ څخه ډډه ونه کړی که هغه بدسلوک وکړي نو مایوسه کیدل نه دي پکار اوهمغه شان نیکی کول پکاردي نبی کریم ﷺ ته یو کس راغی اوعرض یی وکړ چی ای دالله پیغمبره چی زماڅه خپلوان دي زه ورسره تعق ساتم خوهغوۍ یی ختموي زه ورسره نیکي کوم هغوۍ راسره بدکوي زه ورسره نرمي کوم اوهغوۍ سختي کوی نبی کریم ﷺ ورته وفرمایل که ستا خبره رښتیاوي نو وپوهیږه چي هغوۍ ګناهګاردي اوترکومی چی ته ورسره نیکی کوی الله به ستا مرسته کوي دپورته حدیث څخه څرګنده شوه چی خپلوانوسره په خپلوۍ کولو الله تعالی خوشحالیږي دخرڅ کونکي په رزق کي فراخی راولی اوعمر کی برکت اچوي . ",درزق فراخی اوداجل روسته والی
2437,منصور,"
محمد مصطفی ﷺ دربیع الاول دمیاشتی په نهمه نیټه دفیل په کال ( هغه کال ابرهه دفیلانوسره زریعه په کعبه حمله کړي وه ځکه ورته دفیل کاا وایی )دبنی هاشموپه کورنۍ کي زیږیدلی دی چی دمولانا محمدسلیمان منصورپوري اودفلکیاتو ماهر محمود پاشادڅیړني مطابق ۲۲اپریل ۵۷۱م سره سمون خوری دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دپیدایښت سره څولویی واقعی رامنځ ته شوی دکسری دماڼۍ ۱۴کنګر ی (شاهی ماڼۍ)راوغورځیدی دمجوسیانو عبادت خانه کی هور مړشواودبحیره ساوه په غاړه کنیسی ړنګي شوی ( فقه السیرت محمدالغزالی ص ۴۶)کله چی محبوب صلی الله علیه وسلم وزیږیده نوعبدالمطلب ته یی دلمسي زیری ولیږه عبدالمطلب راغی اولمسی یی کعبی ته ویوړ هلته یی دالله شکرادا اودعایی وکړه بیایی دعربودرواج مطابق په اومه ورځ سنت کړ(ابن هشام جلد۱ص۱۵۹) دحلیمی په کور کي : دعربو خلکوبه خپل بچیان درضاعت لپارره کلیوالو علاقوته لیږل ترڅوقوي هم وی اوفصیحه عربی یاده کړي نبی کریم صلی الله علیه وسلم یی دبنی سعد قبیلی حلیمه بنت ذؤیب ته دشیدوورکولولپاره ورکړ حلیمی سره دنبی کریم صلی الله علیه وسلم برکات : حلیمه وایی رضاع لپاره دماشوم په لټه کی مکی ته راغلم ماسره می څښتن هم وو اویوه سپینه خره اویوه اوښه وه نه زماپه سینه کی شوده وو اونه اوښی یوه قطره شوده کول ټوله شپه می دخپل ماشوم (عبدالله بن حارث)دجړادلاسه خوب ونه کړ زمونږپه ډله کی نوری ښځی هم وی محمد به چی چالیده نه به یی اخسته ځکه هغه یتیم وو ماواخسته دشپی خپل تم ځای ته راغلو زماپه سینه کی دومره شوده پیداشو چی داړه ماشومان یی ماړه کړل داوښي په تیونو کی شیدی پیداشوی ملګروبه می راته ویل تاډیرمبارک ماشوم راوستی څه وخت چی خپلو کورونوته ستنیدوزماهغه کمزوری خره دټولی قافلی څخه وړاندی روانه وه بنی سعدکی شنه واښه نه وو خوزماپسونه اومیږی به دمحمد په برکت مړی راستنیدی حلیمه وایی محمد ډیرپه چټکتیالویده ددوه کلونوپه پوره کیدلومی خپلی موآمنی ته راوست خوزړه می پری نه کیده دغه وخت په مکه کی طاعون ووپه همدی بهانه می بیا ددوه کلونولپاره بنی سعد ته بوته ",دنبی کریم صلی الله علیه وسلم زیږیدنه
2438,,"
٢٧ وری ١٣٨٤ جلالزی کابل
دروان کال دډسمبرپه یویشتمه به له افغانستان څخه د ترکمنستان داوبلن گازدنل لیکي غزولو عملي کارپیل شي .
دافغانستان دمعادن اوصنایع د وزیر میرمحدصدیق په وینا داپروژه به چي له ١٩٩١ نونس سوه یونویم کال راپدیخوا خبري ورباندي کیږي لږ تر لږه په پنځوکلونوکي بشپړ او په سلوکي سل فعاله شي .دترکمنستان، افغانستان اوپاکستان ترمنځ داوبلن گازدا نل لیکه ١٦٨٠ یوزرو شپږ سوه اتیا کیلومتره اوږده ده .دچارواکوپه وینا دنل لیکي اوه سوه پنځه دیرش کیلومتره به یې دهرات فراه او کندهار په خاوره کي د سهيلي پښتونخوا مرکز کويټي ته تيريږي .په همدی اړه ځو ورځي مخکي دافغانستان دمعادن اوصنایع وزیرد پاکستان په پلازمینه اسلام ابادکی د( تاپ ) ياني ترکمنستان ،افغانستان او پاکستان ) په غونډۀ کي ګډؤن وکړ .ده کابل ته له راستنیدو وروسته وویل له پاکستاني اوترکمن سیال لوري سره ترلیدو وروسته یې د افغانستان له لاري دنل لیکي دغزیدو او له دې لاری افغانستان ته دکابو دری نیم سوه ملیونه امریکایي ډالرو د مالیې ورکولوخبره پخه کړه .پدې پروژې باندي څه باندی درې زره افغان انجنیرانواوکارگرو ته کارورکول هم په پام کي نيول شوي .افغان لوری پاکستان اوترکمنستان ته په افغانستان کی دامنیت له پلوه بشپړ ډاډ ورکړي چي دوی کولای شي دلته خپل کارپیل کړی .خوددوی ترڅنگ به زرهاوو مزدورکارانو ته هم کارونه پیدا شي اونوري خبری به یې په دوبي کي د دریوغاړو ترمنځ لسمه غونډه سپیني کړي چي اتکل شوی روان دوبی به جوړه شي .
", ډسمبر پر ١ ٢ مه به دترکمستان ګاز د نلليکي کار پيل شي
2439,,"
جلالزی کابل _ ٢٧ وری ١٣٨٤
په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي ایتلافی ځواکونوعمومي قومندان جنرال ډیویډ بارنووایي په څو راتلونکومیاشتوکي به القاعده تروریستان اومشکوک طالبان د یولړ سترو بریدونوپه کولوسره خپل فعالیتونه چټک کړي .خو دایوازي د طالبانو ماتي اوکمزوري ښکاري چي غواړي دعامه ذهنیتونو او مطبوعاتوله لاري خپل شتوالی ثابت کړي .جنرال ډیویډ بارنو دافغانستان ددولت له خوا دملي پخلایني دپروگرام پلوي وکړه ډیویدبارنو وای داسي اسنادپه لاس کی شته چی ښيي تراوسه دطالبانودرهبرۍ غړوپه شمول گڼ شمیرلوړپوړي اوټیټ پوړي کسان له دې پروگرام سره یوځای شویدي .په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي کابواتلس زره امریکایي اوایتلافي ځواکونه فعالیت کوي .دافغانستان پاکستان ترمنځ دالقاعده دتروریستي شبکې فعالیت هغه مسله ده ددواړو غاړودولتونه یې په وړاندي مبارزه کوي .په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي ایتلافي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډبارنو وایي تیره اونۍ یې دتاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره دتاجکستان اوافغانستان ترمنځ په گډه پوله په شته ستونزو لکه امنیتي مسایل اودمخدروموادو قاچاق خبري کړي .جنرال بارنو وویل راتلونکې اونۍ به په عین مسله دپاکستان له ولسمشر جنرال پرویزمشرف سره یاده کړی .
",دطالبانو او القاعده د سترو بريدونو وړاندوينه
2440,,"
٢٧ د وری ١٣٨٤
نن د ايران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د خپلې خوښې د ستنېدلو پروګرام په هغه هيواد کې د ثبت اوراجسټر د يولسو مرکزونو په پرانيستلو سره پېل شو.
د ايران د کورنيو چارو په وزارت کې د بهرنيو اتباعو د څانګې مشر احمد حسيني وای چې ايران ، افغانستان او د ملګرو ملتونودکډوالۍ څانګې موافقه کړی ده چې د ١٣٨٤ کال په اوږدو کې به تر شپږسوه زرو پورې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته واستول شي.
",د ايران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدلو پروګرام
2441,,"
٢٧ د وری ١٣٨٤ ",د کندهار په ښار کې دوه ورځنې سيمينار پېل شو
2442,,"
مينه
دا چې دزړې اراکوزې او نوي وياړمن کندهار په مورنۍ غيږه کې مو د افغاني فرهنګ ددوو وتليو څېرو، ښاغلي پسرلي او ښاغلي صميم يادغونډې جوړې کړي له خوښۍ څخه دپرديسۍ په جامو کې نه ځاييږم٠
لوی خدای ""ج"" دې دوی ژوندي او دوطن هر زلمی پسرلی او صميم کړي٠
که دزدکړې په متره د وران خوګران افغانستان دچوپړ دهيلو ډيوه ګۍ راسره نه وای له ستاسو ملګر يو او داسې مجلسونو څخه دلرېتابه تيارو به دژوند دوهۍ راسړه کړې وای٠
که سلا م مې در ورسيده، نو په والېک يې ما هم ونازوئ ٠
پلرني کندهار
او تاسو ته يو ځل بيا مينه او نيکمرغي!
ستاسو لېوال
مر يلند پوهنتون - امريکه ",زما د ګراني پښتو خواخوږو وروڼو !
2443,غفور لېوال - امريکا,"
پوښتنه :
""ايا دومره لويه بښنه هم شته ، چې جګړه ما ران هم وبښي ؟""
نه پوهيږم
دنيا يو بل توپان په سر اخيستې
بيادديوانوپه سرونو کې چينجي ښورېږي
اوبشر يت په خپله سپينه ټنډه ﻻهم دجګړې داغ لري
دانسانيت دپيدايښت له ورځې
زموږ تار يخ د دوو سترو ګناهونو په دوزخ کې سوځي
يو ""غلامي"" او بل ""جګړه "" او وژل
خدای ""ج"" دانسان د بدمرغيو توق ددغو شيطانانو پهﻻسو کې ايښی
د ""غلامۍ"" شيطان دعدل بوړبوکۍ کې مړ شو
خو "" جګړه ""
_اخ خدای ""ج"" دې پرې مور بوره کړي _
ﻻهم دستر بابا ادم داوﻻدې شرم دی
دنيا يو بل توپان په سر اخيستې
قيامت به راشي خو حيران يم چې زموږ غاړې به
دجګړه مارو تر ګناه ﻻندې کږې تر خدايه څنګه ورځي ؟!!
١٣٨٤وری٢٦
مريلند پوهنتون
امر يکه ",... چي جګړه ماران وبخښي ؟
2444,استاد قریب الرحمن سعید (ناروې),"
استاد قریب الرحمن سعید (ناروې) ٢٨ وری ١٣٨٤
اوسلو پوهنتون د ټولنيز اقتصاد عالي انستيتوت
دویمه برخه
د هیواد د محصولاتو نوی قانون
د محصولاتو قانون چي په غربي نړۍ کي د ټیکس په نوم یا دیږي د یوه هیواد د اقتصادد ژوندي ساتلو او د هغه هیواد د اقتصادي پر مختګ له پاره بنسټیز حیثیت لري . هیڅ هیواد د محصول او ټیکس اخستلو پرته په خپلو پښو نه شي دریدلای ، ان تر دې چي د هیوادونو کلنۍ بو دیجې او د هیوادوالو له پاره د اړینو اړیتاو د پوره کولو له پاره دولتونه د همدې محصولاتو د په نظر کي نیولو په اساس قدم پورته کوي .
دغه محصولات په هر هیواد کي د هغه هیواد د کورنيو تو لیداتو او بهرني تجارت پوري اړوند وي که چیري د یوه هیواد کورني تولیدات ډیرښت مومي نو د هغه هیواد صادراتي توکي بهرنیو هیوادو ته کال په کال زیا تیږي او تر څنګ یې په خپله په هیواد کي پانګه ډیرښت مومي او د پانګي ډیر ښت په تو لیداتو باندي نور هم ښه اغیز کوي او په دې تر تیب دولت هم پر تولیداتو باندي ولاړ داسي اندزه محصول لګوي چي د هغې د کورنيو تولیداتو په صادراتو باندي کوم ځانګړی اغیز و نکړي او ددې هیوا د تولیدات په نړيوالو مارکیټونو کي در قابت او سیالۍ نه و نه غورزوي . همدا راز دولتونه د صادراتو تر څنګ وارداتو ته هم اړتیا لري چي د خپلو هیوادوالو د ورځنیو اړتیاو د پوره کولو په خاطر هغه مواد چي په هیواد کي نه تولیدیږي او یا لږ تو لیدیږي د بهر څخه را واردکړي خو په دغه ډول وارداتو باندي درې ډوله محصول لګیدای شي .
لمړی هغه شیان چي د هیوادوالو د ورځینیو اړتیاو له پاره واردیږي او په خپل هیواد کي یې تولید یا خو بلکل نه وي او یا داچي کورني تولیدات د خلکو ورځیني اړتیاوي نه پوره کوي نو د هیواد د کونیو تو لیداتو د ارزښت د په نظر کی نیولو په اساس دومره محصول په بهرنيو وارد شوو توکو کیښول شي چيي نه خو خپل داخلي تو لیدات دهغې توکو تر اغیز لاندي راوړي او نه خلک د یوه مشروع متبادل تو لید څخه بې برخي کړل شی .
که چیری کورني تولیدات د هغه هیواد د خلکو د اړتیاو د پوره کولو له پاره بسنه کوي نو بیا دولت مکلف دی چي د پروټیکشنیزم یا خو ندي ساتلو د پالیسۍ څخه کار واخلي او دداسي بهرنیو توکو د را واردیدو په وخت کي دومره محصول و لګوي چي کورني تو لیدات یې د اغیز څخه پاک پا ته شي یعنی د هماغه جنس قیمت چي د بهر نه را واردیږي د کورني تولید د جنس په مقابل کي باید پورته وي خو د رقابت مسله هم باید د تولیدونکو کارځایو او بهرنيو تولیداتو تر منځ هم په نظر کي و نیول شی . که چیري کورني تو لیدات د کیفیت او کمیت له اړخه د بیروني تو لیداتو رقابت و کولای شي نو په هغه صورت کي به عام ولس د بهرنيو تولیداتو په پر تله کورني تولیداتو ته تر جیح ورکوي او صنعت به وده مومي . او د صنعت د ودي سره یو ځای دولت ته د محصولاتو یو ځانګړی رقم په لاس ورځي چي د عام ولس په رفاهی کارونو کي ترې کار اخستلای شي .
دویم ډول هغه بهرني تولیدات دي چي اصلاً د عام ولس د ګټو سره یا خو بلکل سرو کار نلري او که ویې لري هم نو ډیر کم به وي چي په دې ډله کي زیات شمیر شیان شامل کیدای شي . د نمونې په تو ګه د لو کسو موټرو ، ویډیو او تلو یزونو نو ، د ښځو د سنګار وسایل ، سګرت او د څکلو اړوند ه هر ډول مشروبات او .........
په ځینو غربي هیوادونو کي او ان تر دې چي زمونږ په ګاونډي هیواد پا کستا ن کي هم د لو کسو موټرو په واردولو باندي ډیر زیات محصول دولت تر لاسه کوي . دغه محصول په ځینو غربي هیوادونو کي دری سوه او پنځّه سوه په سلو پوري رسیږي همدا رازد سګرټو محصول هم په ځینو غربي هیوادونو کي لکه نارو ې نژدې سل په سلو کی اخستل کیږي تر څنګ یې د بهر څخه د وارد شوو مشرو باتو محصول هم په سلو کي ددوه سوو څخه نیولې تر لوړه کچي پوري رسیږي .
خو بر عکس هغه څه چي د ولس ورځینۍ اړتیاوي پوره کوي او هغه د خپل هیوا دد تو لیداتو په واسطه نه شي پوره کولای نو بیا یې د ازاد مارکیټ د رقابت له لاري په کم قیمت خلکو ته ورسوي او په ځینو و ختو نو کي دولت په دې خاطر چي د انفلاسیو ن مخنیوی یې کړی وي د انحصاري پالیسۍ څخه کار اخلي او د ځینو وارداتي تو کو څخه که له یوه اړخه محصول اخلي خو له بله اړخه سبسیډي ورکوي او بیرته قیمتونه را غورزوي .
ددې تر څنګ دولتونه په لاسته راوړو پانګو [ اِنکم ] او معاش او یا جایدادونو باندي هم محصول لګوي خو دا هر څه تر خپلو پولوپوري را نغښتي وي . کم پانګوال وګړي د محصول څخه معاف دي خو په دې شرط چي حساب یې ددولت سره پا ک وي نور هرڅومره چي معاش ډیر ښت مومي په همغه اندازه ورسره محصول هم زیاتیږي او ان تردې چي د ډیر پورته معاش خاوندان د خپل معاش په سلو کی ۵۶ بیرته دولت ته د محصول تر نامه لاندي ورکووي . او دا کار دوی پخپله نه کوي بلکه د معاشونو ویش ټول د بانکي سیستم له لاري کیږي او بانکونه پخپله دغه حساب کتاب تصفیه کوي او هر چاته د هغه حق د هغه بانک اکاونټ نمبر ته ورلیږي . او په همدې تر تیب په ذ اتي جایدادونو او ملکیتو باندي چي د خپلو اړتیاو څخه یې زیات وي باید ځانګړی محصول هر کال دولت ته تحویل کړي او دغه کار زمونږ په ګاونډي هیوا دکي هم صورت نیسي ، هلته هر څوک چي د پنځه مرلو څخه زیاته ودانۍ ولري باید دولت ته محصول ورکړي.
نو که دا مقدمه را لنډه کړو او د خپل هیواد محصولاتي نوی نظام ته نظر و کړو نه په ډاګه ده دولت حق لري محصول وضع کړي او د خپلي بود جې کمښت د محصول له لاري تا مین کړي . همدا اوس چي دولت کومه بود جه د ماليي د وزارت لخوا اعلان شوې نو نژدې ۶۵۰ میلیونه ډالرو څخه یوا ځي درې سوه میلیونه ډالر ددولت د سرحدي محصولاتو څخه پوره کیږي او پا ته یې د امریکا او نوري نړۍ په اقتصادي کومکونو پوري اړونده شوې . که څه هم په دې هکله به مخکینۍ وعدې مو جودي وې خو تر څو به هیواد په نور و باندي تکیه کوي او د ماليي د وزیر لاس به نورو هیوادو ته د بسپنی په خاطر و رغزیدلی وي. خو محصول باید څنګه او په څه ډول واخستل شي . ځکه چي هیواد د یوه ستر ۲۵ کلن اړو دوړ څخه نوی نوی راوتلی او دغه اړو دوړ لا تر اوسه پوري په یوه شکل نه یوه شکل باندي جر یان لري . د طبیعي افاتو ، بارانو زلزلو او وچ کالیو تر څنګ رقیب ګرو پونه هم نه پر یږدي نظا م پر خپلو پخښو و دریږي . ځیني و لایتونه لا خو تر اوسه پوري د پر مختګ هسي خیال هم نه شيکولای . د نظا م مخا لفین په سنګر کي دي او هر وخت یې چي تر لاسه کیږي نو سړ ک په تیږ و ولي . ګاونډیان هم له بده مر غه د دوه مخۍ نه کار اخلي [ غل ته وای چی ورځه پر ي او کو ربه ته وایی چی کور دی ساته ]. نو که چیری سیاست ته ولاړ نه شم او همدغه موضو ع را وسپړم نو باید دا په ډاګه کړم چي .
دولت باید کورني تو لیداتو ته د ودي او نمو زمینه برابره کړي، افغاني او بیروني پانګه وال دې ته و ګماري چي په افغانستان کي پانګه وا چوي . تر څنګ یې کورني تو لیدات تر یوې مودي پوري د ټیکس او محصول څخه خوندي و ساتي او د کورنيو تو لیداتو د خو ندي سا تلو او د هغو د نمو په خاطر د هغو په رقیبو بیروني تو لیداتو باندي لوړ محصو و لګو ي . همدا راز د کورنیو تو لیداتو د نور هم ډیر ښت په خاطر تکنو لژي او تخنیکي الات را وارد کړي دغه وسا یل دې تر یوه وخته پوري د هر ډول ټیکس او محصول څخه پا ک وي د فابریکو د جو ړونکو له پاره دي ځانګړي صنعتی پارکونه تر تیب شي او په هغوکي د کار وړ خلک و ګمار ل شي .
ددې تر څنګ با ید د افغانۍ په ازښت باندي له سره نظر و کړل شي د افغانۍ دغه اوسنی ارزښت ډیر لوړ دی او ددې د لوړتیا په اساس د هیواد کورنی صنعت دو دي او نمو څخه لو یږي . د بله اړخه څرنګه چي د افغانۍ ارزښت د افغانستا ن بانک لخوا ټا کل کیږي نو په دې اساس مرکزي بانک باید هره میاشت په میلینو ډالر بازار ته عر ضه کړي تر څو د افغانیو د تورم څخه مخنیوی و شي او ارزښت یې پر خپل ځای پا ته شي . دا کار که څه هم د مهمو اقتصادي پا لیسیو څخه ګڼل کیږي خو د افغانستان په څیر نوی را ټو کیدلی صنعت او اقتصاد له پاره ډیر زیانمن ثٍا بیتیږي. ددې د زیان څو عوامل دي .
لمړی ، دا چي هر ه میاشت په میلینو ډالر یوازي د افغانۍ د ارزښت د ثابت پاته کیدو له پاره بازار ته عر ضه کول پخپله په و ټیزه تو ګه زیانمن کار دی که حساب و کړل شي نو د افغانستان بانک هغه احصایه چي په دې تیرو څلورو کا لو کي یې د افغانۍ د ارزښت له پاره مصرف کړې په سلونو میلیونو ډا لرو ته رسیږي او ددې سرمایې په وا سطه دولت کو لای شو چي یا په رفاهی کارونو کي ترې ګټه پورته کړي او یا دا چي د صنعت او کورنيو تو لیداتو د ډیرښت له پاره ترې کار واخلي .
دویم داچي د کرنسۍ د ارزښت د ثا بت پاته کیدو توان هیڅ یو دولت هم نلري دنمو نې په تو ګه د امریکا ډالر ووینئ . امریکایانو د خپل صنعت د ودي له پاره د ډالر ارزښت را کم کړ تر څو تو لیدات یې په بهرنيو مارکیټونو کي رقابت و کولای شي ان تر دې چي د ډالر ارزښت دومره را پر یوت چي نژدې و د بهر نۍ نړۍ باور د لاسه ورکړي او ځای یې ایرو [ د اروپایي هیوادونو ګډه کرنسي ] و نیسي خو امریکایي اقتصاد پو هانو د ډالر ارزښت د ډالر د اخستو او بیرته پلورلو په واسطه ترسره نکړ . امریکا په دې هکله ګټه هم و کړه او تاوان هم . ګټه یې دواه چي خپل کورني تو لیدا ت یې د کم ډالر په واسطه ټولي نړی ته په ارزانه قیمت ور ورسول او په مقابل کي یې د واراتو قیمتونه پورته یو ړل په دې اساس امریکا یان مجبور شو چي د بهر نیو مصنو عاتو پر ځای خپلو کو رنیو مصنو عاتو ته تو جه و کړي. ددغه عمل په واسطه د یوې احصا یې له مخی د امریکا په داخلي تو لیداتو کي در ې په سلو کي ډیر ښت را غی . دغه ډیر ښت ددې سبب و ګرځید چي ډیر خلک کارونه پیدا کړي ، او بې کاري را کمه کړل شي . تاوان یې په دې وکړ چي بهرنۍ نړۍ او په ځانګړې تو ګه د تیلو تو لیدونکو هیوادونو ډ الر د اخستلو پر ځای د ایرو اخستل پیل کړل او په د ې تر تیب د ډالر تورم زیات شو او دولت مجبور شو چي ربحه زیاته کړي تر څو ډالر بیر ته د استحکام لوري ته ولاړشي .
او س که د نوري نړۍ پر ځای خپل ګاونډیو هیوادو ته لکه پاکستان او ایران نظر وا چوو نوګورو چي دغه دواړه هیوادونه په چټکه توګه پر مخ روان دي د پاکستان کلني تو لیدات نژدې ۶ په سلو کي زیا تیږي او اقتصاديې غو ړیږي . ایران که څه هم د تیلو تو لیدونکی هیواد دی خو په صنعتي تو ګه هم نن په نړۍکي د سیالانو سیال دی او د افغانستان صنعت او اقتصاد که مونږ و غواړو او که نه، د همدې دواړو هیوادونو د مستقیم اغیز لاندي دی . نو په داسي حال کي چي یو شمیر افغانان به پدې خو ښ وي چي افغانۍ د کلداري او یا تومن په مقابل کی پورته د ه خو په اقتصادي لحاظ دا د هغوی د صنعت د پر مختګ او د زمونږ د خپل صنعت د سقوط له پاره بهتر ینه ذ ریعه ده . د هغې علت دادی چي د کلداري او تومن قیمت په بین المللی مارکیټ کي د هغوی د صنعتي او اقتصادي ودي په اساس ټا کل کیږي د هغوی صنعتي مواد چي افغانستان ته واردیږي نو د افغانۍ د لوړ قیمت په اساس دافغانستان دداخلي صنعت په مقابل کي ارزانه تما میږي او خلک هم هڅه کوي چي هم ارزانه او ښه څیز تر لاسه کړي همدا راز د تومن خبره هم ده ،زما په یا د دي چي یو وخت په افغانستان کي د اورلګيت ( ګو ګردو) تو لیدات پیل شول کله چي پا کستان و لیده چي په افغا نستان کي اورلګيت تو لیدیږي نو د خپلو اورلګيتونو محصول یې ختم کړ او قیمت یې نیما یي ته را و غورزاوه عام ولس چه په بازار کي پا کستانی ارزانه اورلګيت کتل نو د خپلو تو لیداتو پر ځای یې هغه بهرني تولیدات را نیول . دولت هم د تحفظ یا خوندی توب پالیسي نه شوه کارولای ځکه چي د قبا یلي سیمو ټولي لاري د قاچا قبرانو پر مخ خلاصي وې اود ګلبهار د نساجي فا بریکه هم د همداسي برخه لیک سره مخ شوه چي د پا کستاني او ایراني تو لیداتو د ا غیز مقابله یې و نه شوه کو لای.. نو په داسي حال کي چي افغانۍ هیڅ ډول ځواکمن صنعت تر شا و نلري ، ارزښت یې دومره لوړ سا تل د افغانستان د کو رنیو تو لیداتو له پاره ډیر بد اغیز لري په دې اساس په دې لړ کي با ید د نورو لارو نه ګټه پورته کړل شي . د کرنسۍ ا رزښت د سا تلو له پاره نوري لاري هم شته چي کیدای شي هم د میلیونو ډالرو د بې ځایه لګښتونو څخه صرف نظر و کړل شي او هم افغا نۍ په طبیعی تو ګه خپل ارزښت را پورته کړي
که ددې څیړنی څخه تیر شو او بیرته د محصو لاتو د قانون په لو ر را شو نو زه د غه څو شیان و ړاندی کوم.
دولت باید.
_ د محصولاتو ټول کا ر ځایونه که په سر حداتو کي وي او که په دا خل کی نیغ په نیغه د مالیی د وزارت تر کنترول لاندي راوړي او د ولایاتو اجاره داري پر ې و رختمه کړل شي
_ د کورنیو تو لیداتو په هکله دي د خو ندي پاته کیدو یا پروټیکشنیزم پالیسي خپله کړي او په بهرنیو داسي تو لیداتو چي هغه د مملکت کورني تو لیدات تر اغیز لاندي راوړي څو برابره محصول و لګول شي تر څو کورني مصنو عات و ده و مو مي
_ د افغانۍ د قیمت او ارزښت په هکله دي له سره نظر و کړل شي
_ د ور ځنیو اړتیاو وړ مواد دي که په خپله هیواد کي نه تو لیدیږي په ډیر کم محصول وارد کړي تر څو عام و لس ته د ګټی او رفاه سبب و ګرزي .
_ په مو ټرو او هر ډول لو کسو وسا یلو چي د عام ولس د ښیګڼی سبب نه ګر ځی دروند محصول و لګول شي او دغه سکتور دي تر یوه وخته پور همداسي دروند پا ته شي .
_ دغه پالیسي دي ددیپلو ماتانو پرته په ټو لو نا دولتي مو سسو هم عملي کړل شي او د هغوی ټول وسا یل دي د همداسي دروند محصول لاندي را وستل شي .
_ پانګه دي په عا دلانه تو ګه د یوه مرکزي سیستم لاندي د خلکو د تعلیمي او کاري وړتیا او استعداد په اندازه وویشل شي .
_ که څه هم د الکولي مشرو باتو راوړل د افغانستان په څیر اسلامی هیواد ته حرام دي خو که دیپلو ماتان یا بهرني عسکر و له پاره را واردیږي نو ددروند محصول لاندي دي را وړل شي
_ په سګرټو اود ښځو د سینګار او نورو غیری اړوندو شیانو دي دروند محصول و لګول شي
_ دمالیی د وزارت تر سر پرستۍ لاندي دي د پوه کارکونکو داسي اداره جوړه کړل شي چي د ورځنیو اړتیاو ټول قیمتونه کنترول اود عام ولس درفاه له پاره د اسانتیاو د برابرولو درنده دنده په غاړه و لري.
ددې ليکني د لومړۍ برخي لوستلو لپاره داځای کښېکاږئ
",د هیوادد اقتصادي څرنګوالي په هکله یوه لنډه شننه ( دوهمه برخه )
2445,,"
کابل ٢٧ وری
په راتلونکو څلورومیاشتوکي به دکابل ښار دنارینه و د توقیف ځايونو د کوټو، دابو او بریښناسیستم او دڅارني برجونه له سره جوړشي .
اوټول ټال یوسلوڅلوراتیازره امریکایي ډالره به ورباندي ولگول شي .
له بلي خوا په افغانستان کي دزندانونودحالت دښه کولودنړیوالوهڅو په پایله کي دچهارشنبې په ورځ په کابل کي دڅرخي پله دزندان دبیارغوني کارهم پیل شو.
دکابل دڅرخي پل زندان بنسټ دمحمدظاهرشاه په دوره کي ایښودل سوی او په د یارلس سوه شپږ پنځوسم لمریزکال کي پرانستل شو، په افغانستان کي دجگړې اوږده کلونه ډیر افغانان پکښي ترې تم شول چي اوس ددې زندان هر هډ ،گوډ بیارغوني ته اړتیا لري .
دملگروملتونو دسازمان په چوکاټ کي دنشيي موادواوجرمونودمخنیوي اداره یا اين او ډي سي به په دې کار لس ملیونه امریکایي ډالره ولگوي چي شپږ ملیونه یې دایټالیاددولت له خواورکول کیږي .
ددې ادارې دراپورله مخي دڅرخي پله دبیا رغوني کاربه په راتلونکو دوو میاشتوکي بشپړشي .
اودبیارغوني دالړۍ به دولایاتوزندانونوته هم وغزول شي .
یو،ان ،او ،دي ،سي په پام کي لري چي په څرخي پله کي دبندیانولپاره د بدني روزني اوسپورټ ځایونه ،حمامونه او له کورنیوسره دلیدوکتوجلا جلا خوني جوړي کړي .
دڅرخي پله دزندان دبیارغوني لپاره دایټالیادولت کابو یوسل اونوي زره امریکایي ډالره مرسته کړې چي اویازره یې د زندان دلومړي بلاک اوپاتي به یې ددوهم بلاک په رغولو ولگیږي .
له نشي موادواوجرایموسره دملگروملتونو دا ادره په افغانستان کي له دیارلس دواتیایم کال راپه دې خوا فعالیت کوي .
دوی د زندانونو دحالت د انساني کولو لپاره د زندانونو داداروکار کو نکو ته له بندیانو سره د نړیو الو معیارونو له مخي اخلاقي چلند هم ورزده کوي .
دبگرام اوکندهار په دوسترو زندانونو چي دایتلاف دځواکونو په واک اود څرخي پله له محبس سره په افغانستان کي اته واړه غټ زندانونه موجود دي .
خوپدې سربیره د سمیزو قومندانانو او زور واکو ترلاس لاندي د لس هاو زندانونو دشتون خبره هم اټکل کیږي .
دملگروملتونوبیلابیلي ادارې چي دبشري حقونودخوندي کیدو لپاره کارکوي بیا بیا په افغاني زندانونو کي دبندیانو له خراب حالت څخه اندېښنه څرگندوي او د ورتگ او جاج اخیستني غوښتني یې کوي .
په افغاني توقیف ځایونوکي دبندیانو ناوړه حالت د هغوی وهل کوټل کیدل اوږدې مودې او غیرقانوني ډول په بندکي ساتل کیدل ، دخوراک اوڅښاک ناوړه حالت د روغتیایي اسانتیاوونه شتون او په ځیني برخو کي په هغوی باندي جنسي تیری هغه څه دي چي دبشري حقونو څارډلي یې له نړیوالو نورمونو څخه سر غړونه بولي .
",د کابل زندانونو دبرېښنا او اوبوچاري له سره جوړيږي
2446,غفور لېوال -واشنګتن دي سي,"
غزل
جانانه څوک چيرې هم داسې ناروا نه کوي
چې زړه کې ناست وي خو پروا دزړه واﻻ نه کوي
دومره ډير فرق دی ستادسترګو اودخلکو ترمنځ
خبرې ټول کوي خو هېڅوک يې ادا نه کوي
چې ته راونه ګورې روح به مې ځان څه وويني
چې تصوير نه وي ائينه چا ته خندا نه کوي
اخر به زموږ زړونه دخدایج حسن په خوب وويني
دغه مين ماشومان هېڅکله ګناه نه کوي
وايي مرګ سخت دی روح له تنه جدا کيږي
مادوطن بيلتون ليدلی هېڅ پروا نه کوي
٢٨وری١٣٨٤
",مادوطن بيلتون ليدلی . . .
2447,صالح محمد صالح,"
د استاد محمد صديق پسرلي او استاد محمد اصف صميم په وياړ څېړنغونډي
د بېنواځانګړی ګزارش + کندهار
د جمعې په ورځ مېلمانه له کابل څخه راروان وو، چې بايد هرکلى يې شوى واى. د کندهار ليکوالان د مېلمنو د درناوي او مېلمه پالنې له مخې له کندهار څخه ډېر ليرې د اخوند صاحب زيارت ته نژدې د مېلمنو مخې ته وتلي وو، د مېلمنو په غاړو کې يې ګلونه واچول بيا په ګډه د يوه لوى کاروان په څېر، چې د پوليسو يو موټر ورته لار پرانيستله، د کندهار پر لوري روان شول. ماښام رانژدې شوى و، چې کاروان کندهار ته ورسېد، لومړى د کندهار پوهنتون سيمې ته لاړل، د علامه رشاد بابا قبر ته راکښته شول او هلته يې د هغه اروا ته دعا وکړه. د ماښام لمونځ يې هم هورې وکړ. بيا دا ټول مېلمانه ميوند هوټل ته بوتلل شول، چې شمېر يې تر ١٢٠ رسېده.
پر سبا يې چې د شنبې ورځ وه، مېلمنو د سهار له اتو بجو څخه تاريخي ځايونه لکه: خرقه مبارکه، د احمدشاه بابا زيارت، د ميرويس نيکه زيارت، بابا صاحب او داسې نور ځايونه وليدل. چې د غرمې تر ډوډۍ وروسته غونډه د کندهار د نوي ښار (خوشبخت سالون کې) پر ٣ بجو او ٢٠ دقيقود قاري رحماني په تلاوت سره پيل شوه، چې ويندويان يې صالح محمد صالح او عزت الله پېژاند وو، دلته د ګډونوالو شمېر د ٢٠٠ په شا و خوا کې و.
غونډه په دې الفاظو سره پيل شوه:
’نن کندهار وياړي چې په خپله پرتمينه او وياړمنه غېږ کې د يوه داسې شخصيت لمانځنه کوي، چې د معاصر ادب په غزليزه شاعرۍ کې سرلارى دى. داسې يو شاعر چې نوم به يې د پښتو ادبياتو په تاريخ کې د تل لپاره يادېږي.
کندهار نن د يوې داسې درنې څېرې لمانځنه کوي، چې زيات خلک يې ادبپاله کورنۍ، د ستر خوشال بابا له کاله سره تشبېه کوي.
او بيا هم کندهار نن د يوه درانه استاد، د استادانو استاد، زموږ د درانه او برکتناک استاد، محمد صديق پسرلي لمانځنه کوي. دا دى په ژوندوني يې لمانځي او د خوشال بابا دا ګيله هم ختموي چې ويلي يې وو:
’پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم‘.
په دې هيله چې نن مو د لرغوني کندهار د ځينو تاريخي ځايونو له ليدنې خوند اخيستى او د خپلو ملي مشرانو د انساني عظمت او برم ننداره مو له نژدې څخه کړې وي، نننۍ څېړنغونډه پيلوو‘.
مشر - پوهاند سيال کاکړ او مشران مېلمانه: اصف صميم، عارف غروال او حبيب الله رفېع وټاکل شول، چې دوى د دريځ مخې ته راغلل او پر خپلو ځانګړو څوکيو کښېناستل.
په کندهار کې د ايينې فرهنګي دفتر مشر غوث الدين فروتن ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه. وروسته د کندهار ولايت والي ښاغلي ګل اغا شېرزي د کرزي پيغام ولوست او خپله وينا يې واوروله. بيا يې د تالار د ټولو لګښتونو لپاره سينه وډبوله چې دى به يې ورکوي. تر دې وروسته يې استاد صميم او استاد پسرلي ته چپنې ورکړې. بيا د ګل زمان په ږغ کې ملي ترانه وويل شوه چې ټول برخوال يې په درناوي له ځايونو اوچت شول.
د ولايت په استازيتوب ډاکټر همايون خبرې وکړې، وروسته عبدالحميد ترابي د علامه رشادبابا بهير- کندهار څانګې پيغام ولوست.
استاد رفېع د پسرلي صاحب پر شاعرۍ ليکنه ولوسته. وروسته يوه جاپاني شخص تاکورو فوجي په پښتو خبرې وکړې، د پښتو ژبې ستاينه يې وکړه او ويې ويل چې له پښتو سره ځانګړې مينه لري، چې په جاپان کې يې دا ژبه زده کړې ده او اوس چې په کندهار کې دنده ترسره کوي، نو په پوره توګه کولاى شي چې په پښتو خبرې وکړي او د خلکو په پښتو خبرو پوهېږي.
وروسته وار شاعرې او ليکوالې صفيې صديقي ته ورسېد، هغې هم په تفصيل سره خبرې وکړې. په کندهار کې يې د دې ډول غونډو پر اړتيا رڼا واچوله او دا کار يې وستايه. وروسته ډاکټر محمد اکبر اکبر خبرې وکړې، ځينې يادښتونه يې اخيستې وو چې د هغو له مخې يې خپله وينا واوروله.
بيا د څلوېښتو دقيقو لپاره د استاد ګل زمان له خوا د موسيقۍ برخه پرمخ بېول شوه، چې د غونډې مينه وال يې ډېر تازه کړل او ځوانانو ښه ډېر مست اتڼ هم ورسره وکړ.
دغې غونډې ته ګڼ پيغامونه هم رارسېدلي وو، چې يوازې يې يادونه وشوه او د وخت د کموالي له کبله ټول ونه لوستل شول. بيا د استاد محمد صديق پسرلي په نامه يوه جوړه شوې ويبپاڼه په رسمي توګه اعلان شوه، چې مينه والو دا کار ډېر وستايه. د ايينې دفتر د استاد محمد صديق پسرلي دوه کتابونه د لمر کجاوه او زهره چاپ کړي وو، چې هلته په غونډه کې د افغان قرطاسيه او کتابپلورنځي له خوا په جوړ شوي نندارتون کې پلورل کېدله.
بيا پير محمد کاروان د پسرلي صاحب پر شاعرۍ ليکنه ولوسته. تر هغه وروسته د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د خپل اژانس له خوا ډالۍ استاد صميم او استاد پسرلي ته وسپارله، چې په ده پسې د خوست او پکتيا د واليانو ډالۍ ګانې هم د عارف غروال له خوا استاد پسرلي او استاد صميم ته وسپارل شوې. ذبيح الله احساس د استاد پسرلي يو شعر په ترنم کې ووايه.
تر دې ترنم وروسته لطف الله مشعل د استاد پر شاعرۍ خپله ليکل شوې ليکنه ولوسته. دلته د مازيګر لمانځه ته وقفه راغله، چې برخوال د لمانځه لپاره ووتل او کله چې راستانه شول، نو ډاکټر پالوال خبرې وکړې او خپله ليکنه يې ولوستله. څرنګه چې مېلمانه او برخوال ډېر ستړي وو، له دې کبله غونډه وختي پايته ورسول شوه. خو تر هغه لومړى مشر مېلمه سيال کاکړ خبرې وکړې، چې د استاد د شخصيت ستاينه يې وکړه، تر ده وروسته استاد محمد اصف صميم او په خپله استاد محمد صديق پسرلي د غونډې په باب خبرې وکړې. د غونډې د پاى په شېبو کې د کندهار نندارې له خوا يوه ننداره هم وړاندې شوه، چې برخوال يې ډېر وخندول.
غونډه د شپې ٩ بجې پايته ورسېده. چې په همدې سالون کې تر ډوډۍ خوړلو وروسته مېلمانه شپه غالي (ليليې) ته انتقال شول.
د ميلمنو د ښه راغلاست لپاره پر سړکونو ځيني شعارونه
د کندهار فرهنګپال ځوانان ومېلمنو ته د ښه راغلاست په موخه مخي ته وروتلي وه
مېلمانه کندهار ښار ته د رارسېدو وروسته
استاد محمد صديق پسرلي ته ښه راغلاست وايي
د مېلمنو څخه استاد حبيب الله رفيع
د علامه رشاد بابا پر مزار راټول شوي افغان فرهنګپال
راغلي مېلمانه لومړی د علامه بابا مزار ته د زيارت لپاره لاړل
راغلي مېلمانه د علامه رشادبابا ارواح ته دعا ليږي
استاد محمد اصف صميم او استاد محمد صديق پسرلی په کندهار کي د خبريالانو سره
راغلي مېلمانه د علامه بابا د زيارت څخه د ستنېدو په حال کښي
استاد محمد اصف صميم د استاد محمدصديق پسرلی پر شخصيت ړنا اچوي
پوهاند سيال کاکړ او استاد محمد صديق پسرلی
استاد محمد صديق پسرلی او محمد عارف غروال ",د استاد محمد صديق پسرلي او استاد محمد اصف صميم په وياړ څېړنغونډه
2448,,"
٢٨ د وری ١٣٨٤
د افغانستان په کندهار ښار کې د امريکايې پوځيانو له اډې بهر د تيلو پنځه ټانکرونه د يو بم په چاودنه کې سوزيدلي او له منځه تللي دي.
درې تنه چلونکي چې ويل کيږي دګاونډي هيواد پاکستان دي په دغه پېښه کې ټپيان شوي دي.
افغان پوځي چارواکي واي چې دا برېد شکمنو طالبانو تر سره کړی دی. ",په کندهار کې د تېلو پنځه ټانکرې په بم کې والوتلې
2449,,"
٢٨ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د روغتيا وزارت د راتلونکي سې شنبې په ورځ د ايوډېن لرونکي مالګې د کارولو لپاره پراخ هڅونکې کمپاين پيلوي.
د همدې وزارت د چارواکو په وينا په افغانستان کې په سلو کې تر پنځلسو لږ ي کورنۍ له ايوډېن لرونکي مالګې څخه کار اخلي.
د دوې په وينا د ايوډېن نشتوالې په افغانستان کې د ماشومانو بېلا بېلې ناروغۍ لکه جاغور، زهني کمزورتيا او نيمګړې جسمي وده له ځان سره لري. ",په افغانستان کې د ايوډېن لرونکي مالګې د استعمال هڅونه
2450,,"
٢٩ وری ١٣٨٤ لمريز - کندهار
نن سهار پر شپږبجي په سهيلي حوزه کي دطالبانوراډيوپه نشراتوپيل وکړ
طالبان ادعاکوي چي دوي نن داپريل پر ١٨ سيمه يزه راډيويي خپروني پيل کړي دي .""
دطالب وياند لطيف حکمي دبينواويبپاڼي خبريال ته له نامعلوم حآي نه دتليغون پر کرښه وويل ."" دغه راډيو چي پر د١٠٠ ميګاهرز ددايف ،ايم کي کارکوي په څلورولايتونو روزګان زابل،کندهار اوهلمند کي يي اوريدونکي اوريدلي شي .""
دده په وينا په دي کي به ترانې دملامحمدعمروينا وي اوديني لارښوني خپريږي .""
نوموړي راډيو به دسهار پر ٦ بجوپيل اوپر٧ بجي به يې خپروني پای ته رسيږي اوهم به ماښام يوساعت له شپږوترواووبجوخپروني کوي
",طالبانو د FM پر څپو راډيووي خپروني پيل کړې
2451,عبدالهادي - ریشاء,"
څلورېزه
سپینه پاکه مامدي به سره وایـــــــــــــو
که پر سټېج یو مخامخ او که تر شا یو
همېشه باید د زړه خبر پر خولـــــــه وي
که دخلګو خدمتګاره په ریشتیـــــــا یو
بېګانه ګان
رنګونه بېکانه دي نیرنګونه بېګانــــــــــــــــــــه دي
چي نه سره پوهیږو خو فکرونه بېګانـــــــــــــــــه دي
سړي مو خپل سړي دي خو مغزونه یې پردي دي
چي هر ځای وي جنګونه پلانونه بېګانــــــــــــه دی
څوک تللي بل وطن ته څوک راغلي بل وطـــــــن ته
وهر چا ته دبل چا وطنونه بېګانـــــــــــــــــــــــــــه دي
روان یم د بازار په ګڼه ګوڼه کي تېرېـــــــــــــــــــــــږم
ترافیک خپل وطندار دئ خو لاسونه بېګانه دي
رڼا نسته تیاره ده دتیارې سړی مــــــــــــــعلوم دئ
دشپې چوربتۍ وال دئ سهار پلونه بېـــګانه دي
دخلګو امنیت لره ملي اوردو جــــــــــــــــــــوړېږي
فوجونه میدانونه پروازونه بېګانـــــــــــــــــــــه دي
بازۍ یې د شطرنج پر دې بساط سره اوډلــــــــــې
چالونه بېګانه حرکتونه بېګانـــــــــــــــــــــــــــــه دي
مجلس ته چي ورځم توري پر دې باندې ځړیــږي
خبري نه بیلیږي آوازونه بېګانــــــــــــــــــــــــــــــــــه دي
اکثرو میخانو کي مي نوشان شناخته خیلان وي
ساقيا نې بېګانه دي ګیلاسونه بېـــــــــــــګانه دي
داټول بېګانه توب د دېواله وشاته کیــــــــــــــــــږي
مخ تګ ته لاره نسته دېووالونه بېګانــــــــــــــه دي
په دونه کمواکي کي ریشاء څرنګه خپل ســر سي
چي واک د چا د بل سي ټول کارونه بېګانـــــه دي
کراچي
",فوجونه میدانونه پروازونه بېګانــــــه دي
2452,هلال ياسيني,"
هلال ياسيني
syasini@hotmail.com
د ملي شاعر رحمت شاه سائل شعر دی:سائله جوړ زمونږ خوبونه خپل خوبونه نه وچې تل يې اپوټه اپوټه خېژي تعبيرونه
ای وي ټي خيبر چې جوړ شو نو ټول افغانان خوښ و چې له خيره د مظلومو افغانانو ممبر هم پيدا شو او اوس به كه خير وي نړۍ ته د پښتون اواز ورسېږي. او كه نور هيڅ نه وي نو زمونږ پښتون ولس ته خو به په خپله ژبه څوك سم معلومات وړاندي كړي. دا خوبونه ډېر د نوموړي چينل د مشرانو په وعدو بنا و. ښاغلي فردوس جمال چې د دې چينل افتتاح كوله نو د په داسې حال كې چې د سترګو نه يې اوښكې روانې وې د خوشحال خټك په قلم، د احمد شاه ابدالي او ايمل ايپي په توره، او د ميرويس نيكه په پوهه او حكمت يې خپلې افتتاحيه خبرې ښايسته كړې وې. مونږ هم د خوښۍ نه اوښكې تويولې چې افغان قوم هم د نړۍ په ژبه خبرې پيل كړې. خو زمونږ خوبونه هميشه اپوټه يا سرچپه خېژي. په خيبر ټي وي چې مونږ څومره نازېدلو هومره مېړنی ثابت نشو. او هاغه لنډۍ ده:
پرېږده چې خړ سيلاب مې يوسي
په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه
تېره اونۍ يانې د اپريل په اولسمه نېټه ای وي ټي خيبر د ارباب رووف په نامه يو سندرغاړی راغوښتی و. رووف ته د ځنو سندرو كمپوز او لارښونه د خالد خان په نامه يو كس كړې وه. د سندرو او پروګرام نه داسې مالومېده چې دا دواړه ښاغلي دومره هنرمندان يا فنكاران نه دي لكه څومره چې د خپلو ملي ارزښتونو څخه بې خبره او خرڅ شوي ګڼكپان دي. زمونږ د مشهور ملي شاعر ملنګ جان د لانديني شعر ډېر سپكاوی يې كړی و.
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطندا پر مونږ ډېر ګران دی
دا پښتونستان دی
دا شعر چې ملي ترانه هم ده د دغو بې پښتو ښاغلو لخوا په ډېره سپكه طريقه كمپوز او ليدونكو ته وړاندې كړی شوه. د شعر هر د پښتونستان او افغانستان توری د پاكستان په توري بدل او په ډېره بې هنره طريقه او بد اواز په دې شكل ويل شوی و:
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطندا پر مونږ ډېر ګران دی
ښكلی پاكستان دی
په افغان ولس د پنځوسو كالو راهيسي د ده له منځه وړلو دپاره حمله پيل شوې ده. د دې حملې غړي د ډيورنډ دواړو خواو ته شته دی. په لويه جرګه كې د افغان دښمنه ډلو ټول كوښښ دا و چې په څه شكل د دې هېواد ملي كلتور او هويت له منځه يوسي. پښتو ژبه چې ملي ژبه وه د دوی د ورانكاريو او انكار په نتيجه كې خپل مليتوب له لاسه وركړ. ملي ترانه يې شاخۍ تاخۍ كړه. اول يې بيخي په پښتو نه منله او بيا يې پكې د قومونو د نومونو د يادولو غوښتنه وكړه. د نړۍ په هيڅ هيواد كې هم داسې د خندا كار نه دی شوی چې اساسي قانون په يوه ماده كې قومي تبعيض منع كړی وي او په بله ماده كې په ملي ترانه كې د قومونو نومونه يادول لازمي ګڼلي وي. خو سره له دې هم تر اوسه لا ملي ترانه نه ده منلی شوې. كله په يوه بهانه او كله په بله بهانه د ملي تراني منظوري وروسته كېږي.
د ښاغلي مخدوم رهين په مشرۍ د افغانستان د كلتور وزارت هم د دې سپكاويو مسوليت په غاړه لري. كه د دې وزارت بې غوري نه وای او د دوی په وړاندې د سبا اونيزې د حضرت احمد شاه بابا رحمت الله عليه سپكاوی نه كولی نو نن به د خيبر چينل خالد خان هم دا جرائت نه كولو.
په هر حال د ای وي ټي خيبر نه د افغانانو هيله دا وه چې دوی به افغاني كلتور ته خدمت وكړي. افغانان به دې ته وهڅوي چې د قانون احترام وكړي. نړۍ به دې ته وهڅوي چې د افغان قوم د حقوقو احترام وكړي. خو په مقابل كې د دغه ټي وي مسولينو د ټولو پښتنو په زړونو يخي اوبه توی كړې او ورته يې وويل چې دا ټول خوبونه دي. د دې په ځای چې نوموړي ټي وي افغان ولس دې ته بللي و چې د شاعرانو او ليكوالانو د فكري ملكيت احترام وكړي، ملي هويت نور هم تقويه كړي، د دې په ځای يې ورته په تحفه كې د قانون د سرغړونې او د خپلو ليكوالانو او شاعرانو د فكري ملكيت د بې احترامۍ سبق وركړ. خو لكه سايل چې وايې:
دلته علم دلته فن څه دی سائله
د احساس او د وجدان د زړګي سوی دی
زمونږ د ملي ترانې ورانول او بيا په يو بد اواز او بې ارزښته كمپوز كې وړاندې كول د ډيورنډ د شرمونكې كرښې نه اخوا په كابل كې په ملي ارزښتونو د تجاوز روښانه انځور دی. كه د سبا اونيزه د افغان په كور كې د افغانانانو د اولياو او ملي اتلانو سپكاوی كوي نو طبيعي خبره ده چې په اسلام اباد كې دغه چينل هم د شهيد ملنګ جان او د هغه د ملت سپكاوی وكړي او د هغه د ورثه ادبي حق غلا كړي. زه په كابل كې د كلتور د ساتنې د دعوه كونكو څخه دا توقع نه لرم چې د خيبر ټي وي نه به د دې جرم پوښتنه وكړي، خو خيبر ټي وي ته په كار دي چې د ټول ولس نه په ښكاره په هماغه پروګرام كې بخښنه وغواړي په كوم كې يې چې سپكاوی كړی دی. او بله غوښتنه مې دا ده چې كه خدمت نه كوۍ او ابتكار نشۍ كولی نو د سپكاوي او ادبي غلاګانو نه هم لاس واخلۍ.
زه چې چا لوټ كړم پټ به وي خو پېژندلی مې دی
كه رانه سپينې جامې اغوندي كه تورې جامې
د ملي خيانت او بې شرمي فرهنګي غلا يوه بېلګه دلته واورئ ",جوړ زمونږ خوبونه خپل خوبونه نه و
2453,,"
٣٠ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د عدليې وزارت يو چارواکی ويلي چې د افغانستان د شمال په پنځو ولايتونو کې بنديخانې او بنديان ډېر خراب حالت لري او په د تورنو کسانو په غياب کې د حکمونو د صادرولو له کبله په ځينو قاضيانو نيوکي کړي دي.
د عدليې وزارت سلاکار عبدالغفار مظفري چې د يو پلاوي سره يې د افغانستان د شمال د پنځو ولايتونو له بنديخانو کتنه کړي، د بنديانو د وضعې د ښه کيدو او د ښځو لپاره د جلا بنديخانو د جوړيدو غوښتنه کړي ده.
", دشمال په ولايتونوکې بنديان او بنديخانې ډېر خراب حالت لري
2454,,"
٣٠ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د زابل ولايت په غرنيو سېمو کې د حکومتي ځواکونو او شکمنو طالبانو تر منځ د سختو جګړو په ترڅ کې د نږدې لسو کسانو د وژل کيدو او يو شمېر نورو د ژوبلېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
ولايتي چارواکي واي چې د بهرنيو جنګياليو په ګډون يې د لسو څخه زيات کسان نيولي هم دي.
حکومتي سرچيني په جګړې کې دوي ته داوښتی تاوان په اړه پټه خوله دي.
",په زابل کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې
2455,,"
٣٠ د وری ١٣٨٤
ولسمشر حامد کرزي چې د حضرت محمد ص د پيدايښت د ورځې په درنښت يې د افغانستان د راډيو-تلويزيون په تالار کي خبرې کولې وويل، له تيرو درو کالو راهيسي په ځينو ولايتونو کي وسله والې ډلې پر سيمه يزو خلکو زورزياتى کوي .
ښاغلي کرزي دا خبري د هغه راپور په اساس کولې چې دبادغيس ولايت ته د کليو د پراختيا د وزير حنيف اتمر د سفر نه وروسته يې د وزيرانوشورا ته وړاندې کړی و، او په هغه کې يې ويلي و چې په بادغيس ولايت کې د بېلابېلو کورنيو او ټولنيزو لاملونو له امله ٥٠ ښځو ځانونو ته اور اچولې و.
ښاغلي کرزي وويل چې په يوه ولايت کى ١٥ ښځې په زوره له خپلو مړونو څخه جلاشوي او پر سيمه يزو واکمنو پلورل شوي دي.
هغه د ټولو ديني عالمانو څخه غوښتنه کړی چې د ښځو په ګټه فتواوې ورکړي او خلک دې ته وهڅوي چې د ښځو په وړاندې د زور زياتي څخه لاس واخلي.
",ښاغلي کرزي دافغان ښځو پر ناوړه حالت اندېښنه وښودله
2456,,"
٣٠ ورى، ١٣٨٤
کابل: اوولس تنه افغانان چې په کيوبا کې د ګونتنامو په امريکايي بند کې د ترهګرۍ سره د تړاو په تور نيول سوې وو نن په خوشې او په کابل کې افغان چارواکو ته وسپارل سول. دوى ته خبردارى ورکړ سوى دى چې په بند کې به له ناسم چلند نه شکايت نه کوي، خو بيا هم ځينو خبريالانو ته د امريکايي چارواکو له لوري د ناسم چلند يادونه وکړه.
د ستري محکمې مشر هادي شينواري له خوشي سوو بنديانو نه وغوښتل چې د هغه څه په اړه چې په دوى باندي د بند پر مهال تېر سوي پټه خوله پاتې سي، کنې د نورو بنديانو د راخوشي کولو چانس ته به زيان ورسېږي.
تر اوسه ٢٠٠ بنديان د ګونتنامو له بندڅخه خوشې سوې دي.
",١٧ افغان بنديان له ګونتنامو څخه خوشي سول
2457,عبدالاحد پيغام _كابل,"
دلمر جنازه
سترګوپه ژړاچي دنظر جنازه واخيسته
اوښكودشبنم هم دسحرجنازه واخيسته
سورسالوپه سر چي دلته راغلي خوبيا رانشي
اوراووينودواړودګودرجنازه واخيسته
شپي لاستړي نه دي ماښامونه موپه مخ كي دي
ستوروپه اوږودمازيګرجنازه واخيسته
دربه شم ،ويده به شمه ستا دسيني خواكي زه
كله چي احساس دمغرورسرجنازه واخيسته
راغي يوپيغام دنورله ښاره ماته يي وويل
ژاړه ليونيه ! موږدلمرجنازه واخيسته
",دلمر جنازه
2458,,"
٣٠ وری ١٣٨٤ کابل
په ګوانتانامو کي دي پاته ١٢٠ تنه بنديان هم خوشي شي داغوښتنه نن په کابل کي راخلاصو شويو بنديانو وکړه .
دگوانتاناموله بندڅخه ١٧ کسه راخلاص شوي بندیان دسې شنبې په ماپښین دافغانستان دولت ته وسپارل شول .
په راخلاصوشویوکسانوکي دافغانستان دبیلابیلوولایتونوخلک شامل وو .
دافغانستان دستري محکمې ریس فضل الهادی شینواري راخلاصو شویوکسانوته هرکلی اوښه راغلاست ووایه .
ښاغلي شینواري په وینا دافغانستان دولت له امریکایي لوري سره په گوانتاناموکي دپاته بندیانوپه راخلاصولواوبرخلیک معلومولو خبري کوي .
له بلي خوا راخلاصوشویوبندیانو له دولت څخه غوښتنه وکړه چي په گوانتاناموکي پاته یوسلوشل کسه افغانان دي هیواد ته ستانه اودلته دي محاکمه کړی .
",په ګوانتانامو کي دي پاته ١٢٠ تنه بنديان هم خوشي شي
2459,عبدالهادي ريشا - کراچي,"
عبدالهادي ریشاء – کراچي ٢ غويی ١٣٨٤
نن په نړۍ هرلور ته دآزادۍ او ډيموکراسۍ د ډول آوازونه دليري ا وريدل کيږي . دا ږغونه دغه سي هواته پورته ځي او تر اورید لو وروسته پسي ورکيږي . اولنو به ويل چي : دډول ږغ دليري ښه راځي . رشتيايې ويل، اوس هم هغه سي ده، چي ږغ نزدې راسي بې سوري يې واورېدل سي ، ولي نن چي څوک د آزادۍ خبري کوي ، دبيري ( ډاره ) - شا وخوا ګوري، لکه اوخۍ چي یې خوري ، په خبرویې بې سوري ګډه وي - ځان نه ايله کوي، ملامت یې مه بوله خواران دونه ځوکلېدلي دي - داسي داختناق دورې پر راغلي دي ، چي هجران یې ورښوولی دئ . چاچي به سپوڼ وواهه ، ها بل به ورته وويل : ٬
چپ سه !
اوس دېوالونه خبري کوي .
نن چي دخوش باورانو په نظر يوڅه د رڼا چوله معلوميږي او دآزادۍ د ډول ږغ دليري راځي، نو دا خوش باوره، لړمون پخته ګان غواړي، چي څوڼي غوړي - ږمونځ کي او د دې کاذب ډاله ږغ ته په اتڼ ورګډسي . امابرعکس زمانې او حوادثو اکثره کسان دونه په حقايقو پوهولي دي، چي نور (کلپي نه پر چليږي) خو ګولۍ پر چلېدلی سي . دوی د اوسنۍ آزادۍ او ديموکراسۍ جريانونه (خوشي دوړي بولي) ، اوس لاهم (توبه د مړؤ خالي نه ده) شکر دی په جامعه کي د ځوانو- اصيلو مفکورو خاوندان او دخلګو په درد دردېدلي مړونه سته .
څرګنديږي، چي دآينده پاره دخلګو درک او دوربيني موجوده ده او دا د عا دي سړو کار هم نه دئ .
که څوک دخلګوسره کښېني او وپوښتل سي ددوی په نظر کي خورا ښه پيغامونه ، واقعیتونه ، دردونه او خواخوږۍ پروتي اونغښي ليدل کيږي . چټي اپلاکي نه وایي . دوی دبې وسه مظلومانو پله نيسي . که د دوی نظر ښه څر ګند کړه سي په نړۍ کي د نا خوالو او نا پېښو د ملامتيا لښتی کښته مخ پر لوېديځ باسي .
په نړۍ کي دانسانانو اکثريت بې وسه او کمواکه کسان دي . دوی د اذله کمزوري نه دي راغلي بلکه وروسته د زوردارانو له خوا کار پرسوی دئ -کمزوره اوکمواکه سوي دي .
نن چي قدرتمندان غورې وهي او پرکمزورو بړ بړ وایي - دا خواران کم بغلي لا پسي ځیځېر ي اوکوټي ، په دې کي زورواکان او ټوپکسالاران خپله بقاء ويني، چي تل پر خپل قدرت باندي پاته وي او ټوله نعمتونه او هستۍ په خپل واک کي وساتي ، خو هوښياران نه بايد، چي دونه حريص اومغروره و اوسي يا په اصطلاح ځان ځني ورک سي، چي دخپلي با دارۍ د پاره دا خاکي کره ( نړۍ ) دغلامۍ لور ته ورګېل کي او په غلطه سره انسانانو ته دآزادۍ او ډيموکراسۍ ډول ، چی نن ورځ په لاس ورغلی دئ لاندي باندي وډبوي .
زه چی ګورم په نړۍ کي زما په سترګو سوچه-خواپاکې ، نه آزادي او نه ډيموکراسي ليدل کيږي . خو ږغ یې غوږ ته راځي ، نوکه له ما څوک پوښتنه وکي ، چي ته څه وایې- څنګه به سي ؟ زه به یې پاکه محمدي ورته وکم، چي په اصطلاح (خبره غړکه ده) دنړۍ لوی اکثريت داسلحه دارانو ترتور او پېڅول لاندي په تورو ورځو اوشپوکي د آزادۍ او ډيموکراسۍ په تور کي ګير بولم ، خو تر اوسه زما څخه چا پوښتنه نده کړې .
",خــــــــــــــبره غـــــــــــــــــــــړکه ده
2460,جلال امرخېل,"
نښتر
دلته کرزی او کارمل يو مانا ده
يو مو سحر بل مازيګر خرڅوي
ځلمي جذبې پلوري کلدارو باندې
پېغلې پړوني په ډالر خرڅوي
دغه ميراث ورته له پلاره پاتې
ځوی د حاجي صیب چې نښتر خرڅوي
د تورخم پوله
زه د منزل خوا ته په کومه لاړ شم ؟
دوي مې له سترګو نه نظر بېلوي
کله په يو کله په بله بانه
خو بس زما له تنې سر بېلوي
دا تور په توره تور بخنه کرښه
ديو بدن زړه او ځيګر بېلوي
زړه مې پړق وچوي د تورخم په پوله
له ننګرهاره چې خيبر بيلوي
وری ٣٠ مه ١٣٨٤ ",نښتر او د خيبر پوله
2461,افغان ادبي بهير,"
پرون په پېښور کې دافغان ادبي بهير اونيزه غونډه تر سره شوه٠پرونۍ غونډه پسرلنۍ مشاعرې ته ځانګړې شوې وه،چې ډېرو ځايي شاعرانو او ليکوالو په کې ګډون کړې و٠دغونډې په اخر کې بهيروالو يومننليک هم خپور کړ چې داسې په کې ليکل شوي و: استاد محمد اصف''صميم''او نازکخيال شاعر استادمحمد صديق'' پسرلی''د اوسمهالي پښتو ادب دوه وتلې څهرې او پياوړي ليکوالان دي٠موږ ددوی ادبي او فرهنګي هڅو،کار او زيار ته په درنه سترګه ګورو او ،وياړنه ولمانځنه يې کوو٠ داچې په اوسمهال کې دوی دا فغان ادبي بهير مشران هم دي ،داهم دبهيروالو لوی وياړ دی٠بهيروال په ګډه سره دافغان اطلاعاتي او فرهنګي مرکز ادارې''ايينې'' ،دبېنوا فرهنګي ټولنې دمشرتابه ، دکندهار دهڅانده زلميانو او ملي سوداګرو ته دنومو ړو استادانو دژوند لمانځنې د علمي او ادبي دوه ورځني سيمينار دجوړولو او په او ښه تو ګه سرته رسولو دزړه له تله مبارکي وايي ،اوله ټولو ليکوالو اوګډونوالو نه يوه نړۍ مننه کوي چې په ګډون سره يي دغه علمي اوادبي سيمينار ته ښکلا وروبخښله ٠
د قدر منو استادانو داوږد او نېمرغه ژوند په هيله؛دياد شويو فر هنګپالو او فرهنګيالو نه په مننه؛دپښتو ادب دودې او پرمختيا په تمه؛
په درنښت ؛په پېښورکې دافغان ادبي بهير خپرندويه پلاوی ",د افغان ادبي بهير مننليک
2462,نصرت الله الهام خدرخېل پېښور,"
(افغان ادبي بهير پېښور)غوښتل دښکلي پسرلي په راتګ سره يوه لويه اوپه زړه پورې مشاعره جوړه کړي خوله بده مرغه دځوان شاعر( ډاکټر فلکنازفريادي )دځواني مرګۍ خبر غونډه په فاتحې بدله کړه دغونډې ګډونوال له غونډې نه مخکې دمرحوم دکورنۍ سره په دې درانه غم کې شريک شول اودغونډې په پېل کې دمرحوم ارواته ددعاترڅنګ يې له ګډونوالو څخه دچکچکودنه وهلوغوښتنه هم وکړه ښاغلی ډاکټر فلکناز فريادي دکابل ولايت دخورد کابل په سيمه کې خاپوړې کړي ٣٠کاله عمريې درلودپه دومره موده کې يې ډېره په زړه پورې شاعري وکړه چې دپښتوادب پرې وياړي خودسرطان دناروغۍ له کبله يې نن يونۍ(يکشنبه)دورې په ٢٨له فاني نړۍ سترګې پټې کړې (مرګی ظالم دی دوه ياران جداکوينه)ښاغلی فلک ناز فريادي دافغان پوهنتون دطب پوهنځی لوستی وو خوخدای شاعري هم پرې لورولې وه دارواښاددشعر بېلګه دادهدی مانه پاتې شوی ها خپل کلي ته ورځم مرچل دشهيدانوکابل ښکلي ته ورځميادونوراخورې کړې دملالې تورې څڼې ای وخته دشهيددخاوروڅلي ته ورځمپهغونډه کېدځواني مرګ روح ته داشعر(نصرت الله الهام )واوراوهنن يوه سپينه رڼا رڼا ته غاړه وتهدعرش تربريده لاړههغې دنياپه لورېهغه دنياچې ده بههمېش ليدله په خوبقلم يې پاتې شولوپه يوه تياره کوټه کېهلته به ده همېشهدزړه په وينو باندېسپين کاغزونه لړلاوس هغه توره تياره اوهغه نيمه شپه همدهغه ښکلي پسېپه چيغو چيغو ژاړياوس دهغه اروا ښادرقيب بلا خفه دیخوهغه څوک چې ده بهديار لقب ورکاوه ښه په کړس کړس خاندي ",دافغان ادبي بهير پېښور پسرلنۍ مشاعره په فاتحې بدله شوه
2463,,"
Ariana Tv
ډير زر به د اریانا تلويزيون له اروپا څخه په خپرونو پیل وکړي٠ تاسو د څرنګه مطلبونو دخپريدو غوښتونکي یاست؟ څه وړانديز لرۍ؟ ددغه تلويزيون په هکله کومې پوښتنې لرۍ؟ په دغه ادرس راته ( ب ليک ) وليکئ : sohayla_hasrat@yahoo.de اويا په لاندی پته خپل پیغام وليکۍ : http://Shaiwan.persianblog.com
",داريانا تلويزيون په اروپا کښي
2464,ننداره,"
د عبدالوکيل سوله مل شينواري د لنډو کيسو نوې ټولګه (( پنځوس مليونه)) په دې وروستيو کې پېښور کې ددانش خپرندويه موسسسې له خوا چاپ او خپره شوه ـ دښاغلي سوله مل ددې نه مخکې هم د لنډو کيسو يوه ټو لګه د ((زړه کلا )) په نوم خپره شوې ـ
په ادبي کړيو کې نوموړی ديو ښه کيسه ليکونکي په توګه پېژندل شوی ـ
په نوي کتاب پنځوس مليونه کې د ليکوال په بيلابيلوموضوعاتو ليکول شوې څه دپاسه لس کيسې تر سترګو کېږي ـ دليکوال کيسې دموضوعاتو له پلوه غني ، ژبه يې خوږه او پيغام يې روښانه دی ـ
",د((زړې کلا ))نه پس ((پنځوس مليونه ډالره))
2465,ننداره,"
(پنځوس مليونه )

",پنځوس مليونه ډالره
2466,منصور,"
اوله کلمه طیبه :لااله الا الله محمّد الرسول الله ژباړه : نشته لایق دعبادت مګریوالله دی محمد ﷺ دالله ﷻ بنده اورسول دی . -------------------------------------------------------------------------------- دوهمه کلیمه شهادت : اشهد ان لااله الاالله وحده لاشریک له واشهد ان محمدًاعبده ورسوله ژباړه : ګواهي کوم چی دالله نه غیر بل دعبادت لائق نشته الله یوازی دی شریک نه لري اوګواهی کوم چی محمد ﷺ دالله بنده اورسول دی . -------------------------------------------------------------------------------- دریمه کلیمه تمجید: سُبْحن الله والحمد لله ولااله الاالله والله اکبر ولاحول ولاقوت الاّ بالله العلیّ العظیم ژباړه : الله ﷻ پاک دی ،ټولي ستاینی خاص همده لره دي اونشته لایق دعبادت مګر یوالله دی اوهمداډیرلوۍ دی دګناهونوڅخه دژغورنی اودنیک کارتوفیق دالله دلوري دی چی لوی دی اوعظمت والا دی . -------------------------------------------------------------------------------- څلورمه کلیمه توحید : لااله الاالله وحده لاشریک له الملک وله الحمد یُحْی ویمیت وهو حیّ ٌ لایموت ابداً ابداً ذوالجلال والاکرام بیده الخیر وهوعلی کُلّ شیءٍ قدیر . ژباړه :دالله ﷻ څخه علاوه څوک دعبادت لایق نشته هغه یوازی دی شریک نه لري دهمده بادشاهی ده اوهمده لره ثناده ژوندی کول اومړه کول کوی الله ﷻ دتل لپاره ژوندی مرګ پری نه راځی دعظمت اړلویی څښتن دی دالله ﷻ په لاس کی خیر دی اوهمدا په هرڅه قادر دی . -------------------------------------------------------------------------------- پنځمه کلیمه استغفار : اَستغفرالله ربّی مِنْ کلّ ذنبٍ اذنبته عمداً اوخطئاسرا اوعلانیة وّ اتوب الیه من الذنب الذی اعلم ومن الذنب الذی لااعلم انّک انت علاّم الغیوب وستّارالغیوب وغفّارالذنوب ولا حول ولاقوت الاّ بالله العلیّ العظیم . ژباړه :الله ﷻ څخه بښنه غواړم چی زما رب دی دهری ګناه نه قصداً می کړی وی اوکه په خطاسره رانه شوي وي په پټه می کړی وي که په ښکاره اودده په حضورکی دهغه ګناهونو څخه چی ماته معلومه ده اوکه ماته نده معلومه بیشکه ته په غیبوخبردار اودعیبونوپټونکی یی اودګناهونو بښونکی هم ته یی دنیکۍ قوت اودبدۍ ژغورل یوازی دالله به طاقت کی دی چی لودی اودلوی شان څښتن دی . -------------------------------------------------------------------------------- شپږمه کلیمه ردّ کفر : الّلهم انْی اعوذ بک من ان اشرک بک شیئاوانا اعلم به واستغفر لمالااعلم به تبت عنه وتبراْتُ من الکُفْرِ والشّرک والکذب والغیبة والبدْعةِ والنّمیمة والْفواحش والْبهتان والمعاصیْ کلّها واَ سْلمتُ واقولُ لاالهَ الااللهُ محمد الرّ سول الله . ژباړه : ای الله تاپوری دشریک تړلونه پناه غواړم اوماته دهغی علم وي اودهغی نه چی پری نه پوهیږم پناه غواړم ماددی نه توبه وویسته اوبیزاره یم دکفرنه ،شرک نه ، ددرواغونه ، دغیبت نه ، دبدعت نه ، دچغلۍ نه ، دبی حیایی دکارونونه ،اودتهمت لګولونه ،اوددی نه غیر دټولوګناهونوڅخه اوماایمان راوړی اووایم چی نشته لایق دعبادت مګریوالله دی اومحمد ﷺ دالله رسول دی ",شپږکلیمې
2467,,"
٣١ د وری ١٣٨٤
د ترکيې لومړی وزيرطيب اردوغان نن افغانستان ته په يوه دوه ورځني رسمي سفرتللی .
نوموړي په افغانستان کې د خپل سفر په لومړۍ ورځ دولسمشر حامد کرزي سره کتلي او ورسره يې د خپل هيواد له اړخه په يو لړ اقتصادي اوفرهنګي پروژو کې د مرستواو دتاريخي اړيکو د لا پياوړي کولو په اړه ژمنه کړي .
",د ترکيې لومړی وزيرطيب اردوغان افغانستان ته تللی
2468,,"
٢٠ - اپرېل ماسکو
عراق ته د افغانستان د پوځي ټولګېو ليږل
بينوا: په مسكو كې د خبري رسنيو د خبرونو له مخي، افغانستان د دي نيت لري، چې خپل پوځي ټولګي عراق ته وليږي.
د دغو خبرونو له مخي، د ايران راډيو، د با خبرو سرچينو له خولي ويلي دي، چي په دي اړوند، افغانستان ته د امريكي د متحدو ايالتونو د دفاع د وزير، دونالد رامسفيلد، د څو ورځي مخكني سفر په ترڅ كې موافقه ترلاسه شوي ده.
په داسي حال كې چې په افغانستان كې د ترهګري پر ضد د مبارزي او همدارنګه د امنيت د ټينګوالي لپاره په دغه هيواد كې د بهرنيو پوځي ځواكونو د شته والي سره سره بيا هم لا د امنيت ستونزي د هوا په توديدلو سره ورځ په ورځ زياتيږي، د سيمي مبصرين دغه ډول پرېکړي ته حيران دي .",عراق ته د افغانستان د پوځي ټولګېو ليږل
2469,,"
اپرېل ٢٠ ماسکو
بينوا: د اوكراين د لومړي وزير، لومړي مرستيال، اناتولي كيناخ، په دغه هيواد كي په ټولنيزو-اقتصادي برخو كې د انديښني وړ ټكو ته ګوته نيولي ده.
ښاغلی کيناخ - څو ورځي مخكي په كيف كې په يوه كنفرانس كي ويلي دي، چې د نوي كال په لومړيو دريو مياشتو كي د داخلي عمومي توليداتو د زياتوالي په چټكي كې دوه ځله او د صنعتي توليداتو په حجم كې ۵،۲ ځله كموالي راغلي دي.
كيناخ، په اوكراين كي د انفلاسيون اوسنۍ كچه چي په سلو كې ۴،۴ ده، په وروستيو ځلورو كلونو كي بي ساري بللي ده.
په سيمه كې كارپوهان په دي باور دي، چې دا د اوكراين د اوسنيو نوو واكمنو د يو شمير بي ځايه ګامونو د پورته كولو پايله ده
",اوكراين د انفلاسيون په لومو كې
2470,محمود نظري,"
محمود نظري - لندن
آللو للو للو آ للوکرزی للو
آللو للو للو آ للو کرزی للو آللو للو للو آ للوکرزی للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه کاڼۍ د اوبو آللو للو للو آللو للو للو
تا ويل زه شين زمری يمه د دنيا خوښ سړی يمه آللو للو للو
تا ويل ما انتخاب کړئ غله ورکومه ، پردي شړمه آللو للو للو
تا ويل ظالمان ورکومه دا خوار ملت ځيني ساتمه آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه مالګوبی د اوړو آللو للو للو آللو للو للو
تا ويل دا ملک بيله ما څوک جوړوای نسي آللو للو للو
تا ويل شرمښان څوک بيله ما ورکوای نسي آللو للو للو
تا ويل چې مټو ته مي څوک ټينګيدای نسي آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه تومنه د مستو آللو للو للو آللو للو للو
چې يې مړه کړه په زرو اوس تر ټولو لوړ دي په رتبو آللو للو للو
چې ستا وه هغه حريفان اوس هغه دي لوی لوی وزيران آللو للو للو
ځيني حاکيمان وايي خرڅوی د خلکو ناموسان آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه ژی د اوبو آللو للو للو آللو للو للو
هغه چي تا ته يې درکړه ووټان هغه دي ټولو ګريان آللو للو للو
مهاجر سوه پښتانه له خپل مکان دلته دي پرديان آللو للو للو
متنفر يو له وعدو غوږ نه نيسو په اوتوبوتو او پلمو آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو آللو للو للو
مه ډاريږه توکل په خپلو خلکو اوپاک الله کوه آللو للو للو
ځنډ مه کوه ژر کوه په خپلو وعدو وفا کوه آللو للو للو
تکيه په نورو مه کوه په مټو تو او بسم الله کوه آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه ځک دژړ غوړو آللو للو للو آللو للو للو
چي ملت وهي په چپلاخه هغه به سی هزار سوراخه آللو للو للو
چي ملت وهي په سوک اخته به سي په تور دوک آللو للو للو

که د ملت درته سوه شا په درد دي نخوری هغه او دا آللو للو للو
موږدې په للو للو راويښوو په باريکيو دي خبرو آللو للو للو
آللو للو للو آ للو کرزی للو آللو للو للو آ للوکرزی للو ", آللو للو للو آ للوکرزی للو
2471, ډاکټر سبحان هاتفي - کليفورنيا,"
د ټولوخوږو پښتنو خوندو او وړونو څخه هيله کوو که چيري د ( پښتو ) په هکله چاپ يا ناچاپ ليکني د هر چا چي وي ولري په پورته پته دي راوليږي تر څو د چاڼ پس ئې انشاء الله د ښه کتاب په بڼه تاسو ته وړاندي کړو لاندي ليکني زموږ سره شته
د کتاب نوم : د پښتو د- کلمې په هکله
( پښتو تاريخچه ، پښتني ادب ، د پښتو د ورسته پاتي لاملونه او داسي نور ...)
راټولونکی : ډاکټر سبحان هاتفي احمدزی
P.O.Box 331
Alameda CA, 94501 USA
hatifie@aol.com
Tel. 0015108658325
",د ( پښتو ) دکلمې په اړه جوړېدونکی کتاب
2472,ولي شا طبيب - کندهار,"
١٩ د غويي ١٣٨٤ ( ولي شا طبيب کندهار )
دلمړي ځل لپاره په ۱۹۸۷ کال دهجرت په شپو او ورځو کښي می دمرحوم وجدي صاحب سره پيژندګلوي و سوه ، موږ دواړو په کويټه کي دالجهاد په روغتون کښي کار کاوه . خدای بخښلي وجدي سره دهغه لومړۍ ورځي څخه زموږ ملګرتيا او انډيوالي شروع سوه ، مرحوم وجدي صاحب ډيره مهربانه او په زړه پاک سړی و ، دهرچا په غم غمجن او دردمن و ، دوطن په مينه کښي ډوب و ، هميشه يې بېحده زيات کتابونه اوورځپاڼي لوستې. په الجهاد طبي تربيوي پروګرام کښي يي څو طبي کتابونه په پښتو ترجمه کړه . زموږ کندهاريانو سره داسي په اصطلاح خلط سوی و چه هغه دخلکو خبره لکه نوک او ورۍ ،هرچيرته چه به وجدي صاحب و موږ به هم هلته ورسره راټول وو .
مرحوم وجدي صاحب يو پاک سوچه پښتون و ، ساده او ارام ژوند يي درلود ، ډير کتابونه يي ليکلي دي . ډير نيک او صالح اولادونه يي ټولني ته وړاندي کړي دي . ټول دادب مينه وال دوجدي صاحب په مړينه ډير خوابدي او غمجن دي ، ددوي پاتي کورني او ټولو دوستانو او انډيوالانو ته يې جميل صبر غواړم .
په درناوي
ولي شاه طبيب /کندهار
", ( دمرحوم عبدالجليل وجدي دمړيني له کبله خواشيني :
2473,,"
١ غويی ١٣٨٤ هلمند
دفراه ولايت د خاک سفېد په ولسوالي کي د دولتي چارواکو او او عامو وګړو تر منځ تاوتريخوالي په پايله کي درې تنه ټپيان او دوه تنه وژل شوي دي .
د فراه ولايت دامنيتي چارو مسول امير د بېنوا ويبپاڼي خبريال توخي ته وويل چي : دا پېښه پرون ماپښين هغه وخت رامنځته سوه کله چي په ياده شوې ولسوالي کي پوليسو د کوکنارو د کښتونو په له منځه وړلو لاس پوري کړ ، خو د سيمي اوسيدونکو ددې کار مخه ونيوله او نښته وشوه .
هغه وويل چي د خلکو له منځه يوه تن کوښښ وکړ له يوه پوليس نه ماشينګڼی واخلي او د هغو په وړاندي يې وکاروي ، په دې وخت کي نورو پوليسو دخپل ملګري پوليس په دفاع کښي ډزي وکړې او مرګ ژوبله رامنځته شوه .
ويل کيږي چي هغه چا چي غوښتل يې توپک واخلي همه ټپي شوی او اوس د پوليسو تر څارني لاندي دی .
",په فراه کي د پوليسو او عامه وګړو ترمنځ نښته وشوه
2474,,"
١ غويی ١٣٨٤ هلمند
د فراه ولايت د پوليسو پخوانی مشر ملا اختر محمد اخند د زابل ولايت پخوانی والي ملا محمد نسيم اخند چي د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته هم د دولت له سخت دريزو مخالفانو څخه بلل کېدل د ولسمشر حامدي کرزي له خوا د ملي پخلايني دپروګرام سره يوځای شول . ددې خبر اعلان نن د هلمند ولايت والي ملاشيرمحمد اخندزاده وکړ .
د هلمند والي ملا شيرمحمد اخندزاده وويل چي دولت به ملا اختر محمد اخند او ملا نسيم اخند ته د امنيت او ښه ژوند اسانتياوي برابروي .
څه دپاسه يوه مياشت مخکي په همدغه ولايت کښي دطالبانو يو بل نامتو قومندان ملا عبدالواحد اخند ( ريس باغران ) هم د ملي پخلايني د پروسې سره يو ځای شوی و .
",دوه پخواني لوړ رتبه طالبان له دولت سره يو ځای شول
2475,,"
٢ غويی ١٣٨٤ ماسکو
ټاكل شوې ده، چې د سرور كائينات حضرت محمد (ص) مبارك ميلاد، نن په مسكو كې د ۲۰۰۵كال داپريل د مياشتي په ۲۲ نيټه د (سيواستوپل) د هوټل په لوي جومات كې ولمانځل شي.
د حضرت محمد (ص) د مبارك ميلاد د لمانځني په غونډه كې به لومړي د قرآن عظيم الشان ختم وشي، بيا به په دغه اړوند يو شمير مقالي او ليكني ولوستل شي. د جمعي د مباركي ورځي د لمانځه نه وروسته به په دغه غونډه كې ټول برخه وال، په هغه خيرات كې گډون وكړي، چې د دغه مبارك او بختور ميلاد په وياړ برابر شوی دی .
د روسيې د فدراسيون په پلازمينه، مسكو كې، د افغان تجارتي مركز په نوښت، هر كال ملي او مذهبي ورځي لكه : نوروز،اخترونه، د حضرت محمد (ص) مبارك ميلاد، د عاشورا ماتم، او نور په ډيرو شاندارو مراسمو سره لمانځل كيږي .
ټاكل شوي ده، چي سږكال به د حضرت محمد (ص) د مبارك ميلاد د لمانځني په غونډه كې له ۲۰۰۰ نه زيات افغانان ګډون وكړي .
",په مسكو كې د حضرت محمد (ص) مبارك ميلاد لمانځل كيږي
2476,منصور,"
دسورة بقره دوهم لوست انّ الّذِیْنَ کَفَرُوْا سَوَاءٌ علیهمْءَانذَرْتَهُمْ اَمْ لمْ تُنْذِرْهُمْ لاَ یؤْ مِنُونَ(6)خَتَمَ اللهُ عَلی قُلُوبِهِمْ وَعَلی سَمْعِهِمْ وَعَلی اَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وّلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیمٌ (٧) ژباړه : بیشکه هغه کسان چی کافران د ي برابره خبره که دوۍوویروی یا یی ونه ویروی ایمان نه راوړي (6) الله ﷻ ددوۍ په زړونو،اوغوږونو مهروهلی اوپه سترګو یی پردی دی اوددوۍ لپاره لوۍ عذاب دی . لنډ تفسیر : په لومړیو پنځوایاتونوکی الله ﷻ دقرآن کریم صفت اودهغه نیک بخته کسانو ذکرچی پد ی کتاب عمل تیرشو ورسره یی ددغه کسانومخصوص صفتونه هم ذکرکړل ورپسی پنځلس ایاتونوکی هغه کسان ذکر کوی چی دقرآن سره کینه اوحسد لري بیا پدوۍ کی دوه ډلی د ي یوهغه چی په ښکاره مخالفت اوانکارکوی بل هغه چی داخلاقی کمزورۍ اودنیاوي اغراضوپه وجه یی دخپل ضمیر اواز څرګند نه کړای شو بلکه چل اوفریب یی شروع کړ مسلمانانو ته به یی ځان مسلمان اوکافرته به یی ځان کافرښکاره کاوه اوله ډله دقرآن په اصطلاح کی کفار بلل کیږي اودوهمی ته منافق وایی پدی دوه ایاتونو کی الله ﷻ دښکاره کافرانو ذکر کوي ددی نه روسته دیارلس ایاتونو کی بیادمنافقینوتذکره ده . مفتی محمد شفیع رحمه الله په خپل مشهور تفسیر معارف القرآن کی لیکی چی اولوپنځوایاتونوکی مؤمنانوڅخه هغه کسان مراددي چی په اهدنالصراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم کی کودکومی لار ی غوښتنه کړ ی وه اوپدی دوه ایاتونوکی هغه کسان ذکر کوي دچادلاری څخه موچی په غیرالمغضوب علیهم کی پنا غوښتی وه دګناهونو دنیاوی سزا : دګناهونو اصلی سزاخوبه په اخرت کی ملاویږی لکن دبعضی ګناهونوسزا کناهګارته په دنیاکی هم ورکول کیږی دګناه دنیاوی سزاداسی وی چی انسان څخه دحق قبلولوتوفیق سلب شي بیا دغه کس داخرت حساب کتاب څخه غافله اوڅه یی چی زړه غواړی هغه کوی . په حدیث شریف کی راغلی کله چی یوانسان ګناه کوی ددی ګناه په وجه یی په زړه تورداغ پیدا کیږی ددګناهونو دزیاتوالی په وجه داغونه هم زیاتیږی تردی چی ټول زړه یی تورشی بیاورته حق نه داخلیږی . (معارف القرآ ن ) همدغه شان دکفاروزړونه دډیري کینی اوکفر ی تعصب په وجه تور شوی نوالله ﷻ تری دحق قبلولو صلاحیت اخستی معذرت :دمحترمو لوستونکو څخه زماپه لیکنه کی دادبی اصطلاحاتو دکمزورتیا بخښنه غواړم منصور ",سورة بقره دوهم لوست
2477,عنايت ساپی ; کابل افغانستان,"
عنايت ساپیعجيبه پيښى دى، له يوى سترگى مو دغم اوښكى څا څي او له بلى مو دخوښۍ دا رواني وي. دخداى عجيبه نظام دى. زمونږ پر ادبي كړيوو ډيره داوړ پيښى خپل سيوري پريباسي. او ديوى شيبى لپاره مو دغه عجيبه پيښې هيښ ساتي. په هرحال نن به بيا ديوى عجيبي پيښى يادونه وكړم.افغان ادبي بهير چى زمونږ په ادبي نړۍ كى دادب مينانولپاره ترټولو ستر او پيژندل شوى پوهنځى دى كله كله له عجيبو پيښو سره مخ وي. نن يي پر دريځ(ستيج) يو مينه وال ( ننگيال)د خپل ريښتوني ژوند لپاره شعر وايي خو سبا همدغه شعردده دريښتوني مرگ تعبير وي ، نن يي مينه وال (ساهو) له دريځه غږ كوي چى كه خداى كول مياشت وروسته به سره وگورو، خو پنځلس ورځى وروسته يي په مړينه گورو، نن يي مينه وال(مجاهد) له دريځه خپله مرثيه لولي خو اونۍ وروسته يي اورولى مرثيه بيرته دخپل مرګ لپاره تعبيروي. مينه وال يي (دولت زى)نن له دريځه دبهيروالو څخه مننه كوي چى زما پركتاب مو دمينى خبرى وكړى خو اونۍ وروسته يي بهيروال پر مرگ خبرى كوي، نن يي مينه وال (عبدالجبار جوهر) له ولولو څخه په ډك غږ خپل شعراوروي خو مياشت وروسته يي په سړه سينه دمرګ اوازى خپريږي، نن يي له دريځه م عثمان نژند دخپلو اوښكو په بدرگه دولس له دردونو ډك حال بيانوي خو سبايي ستونى بنديږي او نور حال ويلى نه شي. ښايي تاسى ته تيربهيردرپه زړه شي او زړونه مو ودرديږي ، ما نه غوښتل چى نور داسى څه وليكم چى تاسوپرى خفه شى خو څه وكړو دزمانى څرخ مو بيا بيا دذهن پردو ته ترنگ وركوي تخنوي يي او نه موپريږدي چى يوه شيبه دخپله ځانه پردي شو، ماته دبهير، دفرهنگي ټولنى او فرهنگي مركز ډيره غونډى په سترگو كى دي. له دريځه يي يو ځوان شاعر خپل شعرپه ترنم سره اوروي او له ناستو مينه والو څخه په واه واه ، بيا ووايه ، ډيرښه او نورو بدرگه كيږي، شاعرپه خپل ترنم كى لكه غوړيدلى گل دخوشالۍ احساس څرگندوي او لاخپل سبك ته زور وركړي، فلك ناز فريادي خپل شعرپاى ته ورسوي او له دريځه خپل ځاى ته راشي، مسكى وي خو اوشا وگوري، له هاغه بل كونج څخه ورته مسلم دوست صيب راغږ كړي، چى فلك ناز فريادي صيب ډيرښه شعر دى واوروه، داسى شعرونه اوروه دا ځنى ځنى خو هسى بى معنا شيان دلته راوړي. اونۍ وروسته مسلم دوست په غونډه كى نه ترسترگو كيژي، او موده وروسته داسى گونګسي ترغوږو شي چى مسلم دوست نامعلومو كسانو دشپى له خوا په موټركى واچاوه، بيا هيڅ خبرنه شو ، يومهال وروسته مو بل دردوونكي خبرترلاسه كړ چى دخوږى ژبى ليكوال(مسلم دوست) يي دګوانتانامو داوسپنيزو پنجرو شاته اچولى، نو بيا مو هرمهال دګوانتانامو دبل څرخي زندان خبرونه وخت پروخت څارل. نه به يي اوږدوو، همدغه اونۍ مو بيا دهمداسى يوى عجيبي پيښى شاهده وه، ډاكټرفلك ناز فريادي مو دمرگ كومي ته ولويد او مسلم دوست مو دژوندغيږى ته بيا راغى. له يوى سترگى مو دغم او له بلى دخوښۍ اوښكى روانى شوى.
انالله وانا اليه راجعون. - او - الحمدللهكابل افغانستان ",فلك ناز لاړ، او مسلم دوست راغى
2478,,"
٢ غويی ١٣٨٤ کابل
هجرت په کابل کښي
هجرت هنري فلم له ډېر انتظار وروسته د روان لمريز کال د غويی ( ثور ) پر اوومه ، اتمه او نهمه نېټۀ ( زېږديز ٢٠٠٥ کال د اپرېل پر ٢٧ ٢٨ او ٢٩ مه نېټه ) د کابل په اريانا سينما کي د کابل ښاريانو مېلمه دی .
دا درې ورځي د افغانستان او افغانانو په تاريخ کي هغه توري ورځي دي کومي چي سلګونه زره افغانان هجرت او پرديسۍ ته مجبور کړی دي .
د رارسيدلو مالوماتو له مخي به هجرت د درېو پرله پسې ورځو لپاره د کابل په بيا جوړې شوي سينما ( اريانا سينما ) کي نندارې ته وړاندي شي .
د کابل څخه د بېنوا ويبپاڼي خبريال خبر راکوي چي دا هم شونې ده چي په پورته ياده شويو ورځو کي به هجرت د کابل په ځينو نورو سينماګانو کي هم وښودل شي . خو په دې اړه تر اوسه پوري کومي بلي سينما کوم رسمي تړون نه دی لاسليک کړئ .
د هجرت هنري سينمايي فلم لارښود ( ډايرکټر ) ښاغلي واحد نظري بېنوا خبريال ته وويل چي تر دې وروسته نيت لري هجرت په کندهار کي هم نندارې ته وړاندي کړي ، چي لا يې ځای او نېټۀ نه دي څرګند شوي .
د يادوني وړ ده چي هجرت هنري سينمايي فلم په ننګرهار ، مزارشريف هرات کي هم نندارې ته وړاندي شي ، په وروستيو يادو شويو درېو ولايتونو کښي لا تر اوسه د فلم ښودلو په اړه دچا سره خبري اتري نه دي تر سره شوي .
په کندهار کي بېنوا فرهنګي ټولنه او د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزي څانګه د هجرت فلم ټولو کارکوونکو او درنو هيوادوالو ته په هيواد کي د هجرت هنري سينمايي فلم د ښودلو له کبله د خوښۍ څرګندونه کوي .
",هجرت د کابل په اريانا سينما کي
2479,فضل الرحمن کټوازی -کوریا,"
فضل الرحمن کټوازی -کوریا ( ٢ غويی ١٣٨٤ لمريز",جاپان خو عفوه وغوښته خو آيا........ ؟
2480,د هوسۍ مجلې اداره,"
نـــه بـــدلـېږمه افغان يم، څو چې يـــم
زه د ګران افغانستان يم، څو چې يم استاد رفېع
د يوه هېواد په رښتينو ارزښتونو كې: ملي ژبه، ملي كلتور، ملي سرود، ملي بيرغ او... راځي چې د هماغه هېواد اوسېدونكي ورته درناوى لري، ساتنه، پالنه او دودونه يې خپله ملي دنده ګڼي.
افغانستان هغه هېواد دى چې تل د مغرضو هېوادونو، په ځانګړې توګه ګاونډيو هېوادونو د پټو او ښكاره موخو، نيتونو او دريځونو له كبله ځپل شوى، ملي ارزښتونو ته يې سخت زيان وراړول شوى دى.
په دې وروستيو كې د افغانستان زيات ملي او رښتيني ارزښتونه له ستر ګواښ سره مخ شول، چې بيا هم ګاونډيو هېوادونو بېلابېلې پروژې او ستراتيژيك پلانونه پلي كړل، په افغانانو كې يې قومي، سيمه ييز او ژبنيز تعصبونه راوپارول، كله يې ملي مشران ورته وښكنځل او دا دى اوس يې په نورو ارزښتونو پسې هم رااخيستې ده.
افغانان ډېر سپن او سپېڅلي زړونه لري، چې ډېر ژر پر هر څه باور كوي، هغه مهال چې له اسلام اباد څخه خيبر ټي. وي په خپرونو پيل وكړ، نو زياتو افغانانو يې هركلى وكړ، آن چې ډېرو بېوسه افغانانو به د دې ټلويزيون چلوونكو ته ټليفونونه كول او مباركي يې وركوله.
كله چې په افغانستان كې د كلتور وزارت په ځانګړي امر سره پر دې ټلويزيون بنديز ولګول شو، زياتو افغانانو پر دې كار نيوكه وكړه او په دې باور وو- كه خيبر ټلويزيوني چينل بندېږي، نو دا په لسګونو ايراني چينلونه دې هم بند شي.
په دې وروستيو كې د افغانستان يوه ملي ترانه، چې د افغانانو واړه ماشومان هم ورسره بلدتيا لري او دا ترانه د هر افغان په اروا او رګ- رګ كې غزونې كوي، د خيبر ټلويزيوني چينل له خوا بدله كړل شوې ده، حال دا چې افغانان د جنون تر حده ورته درناى او ورسره مينه لري او له شل- پنځه ويشتو كلونو راهيسې د افغانستان په راډيو- ټلويزيون او نورو ږغيزو رسنيو كې خپرېږي. په ټولو افغانانو كې يوه منل شوې ملي ترانه ده، چې په بهر كې مېشت افغانان د همدې ترانې په اورېدو اوښكې تويوي:
دا زموږ زېبا وطن
دا زموږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دى
دا افغانستان دى
د خيبر له لوډسپيكرونو څخه يې دا بڼه خپره شوه:
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطندا پر مونږ ډېر ګران دی
ښكلی پاكستان دی
ټول افغانان دا كار په كلكه غندي او د ستر ملي شاعر ارواښاد ملنګ جان په شعر كې دا لاسوهنه او سپين سترګي د دې ټلويزيوني شبكې يوه ستره جفا ګڼي او د خيبر ټي. وي له چلوونكو څخه په ټينګه غوښتنه كوي چې بخښنه دې وغواړي، كنه افغانان به يې دا خيانت په نړيواله كچه رسوا كړي.
هيله ده هغه افغانان چې لږ تر لږه ځانونه افغانان ګڼي او له خپلو ملي ارزښتونو سره مينه لري، د خيبر چلوونكو ته دې د برېښناليك پر دې پته برېښناليك ولېږي: webmaster@avtkhyber.tv او د خپلو ملي ارزښتونو دفاع دې وكړي. ځكه هغه څوك چې افغان او افغانستان نه مني، هغه د كوم حق له مخې د استاد اولمير په ږغ كې ويل شوې دا ملي ترانه بدلوي او د پاكستان تورى ورزياتوي؟؟؟ كوم پاكستان، هغه چې زموږ د هېواد په ورانۍ كې لوى لاس لري؟ كوم پاكستان هغه چې زموږ فابريكې يې د كباړ په نامه رانيولې او هرڅه يې راڅخه تالا ترغه كړل؟ داسې ښكاري چې اوس يې ګران افغانستان په ملي او افغاني ارزښتونو پسې رااخيستې ده، چې هېڅكله به يې هم دا پلان پلى نه شي.
كه رښتيا هم پر دې ترانې باندې د پاكستان ورتپل يو روا كار واى، دا كار به پخوا د استاد اولمير له خوا كېداى، چې په خپله د پېښور و.
بله ورځ به خيبر چلوونكي د خوشال بابا له شعرونو څخه هم د افغان توري باسي او پاكستاني به ورسره زياتوي؟!! د ستر رحمان بابا له شعرونو څخه به هم د افغان تورى باسي؟ د پښتو غزل د پلار امير حمزه شينواري له شعرونو به هم د افغان تورى باسي او پاكستانى به ورزياتوي؟
د افـغــــــان په ننګ مـــې وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشال خټك يم
ستر خوشال بابا
***
ما كوز ورته لېمه كړ، زمـــــــا سر نه ټيټېده
شايد چې په الفت كې هم افغان پاته كېدم
حمزه بابا
د افغان او افغانستان د سرلوړۍ، بريا او نېكمرغۍ په هيله
د هوسۍ مجلې اداره
پوست بكس شمېره ۶۳۳
كابل- افغانستان ",دا زموږ زېبا وطن(د توطيه ګرو د دسيسو ښكار شو)
2481,فريشته جلالزۍ – کابل,"
فريشته جلالزۍ – کابل ١ غويی ١٣٨٤ لمريز
تېروتنه
هغه سهار چي کار ته راغلم نو حالت يو څه بدل و ، په دفتر کي بله خوشبويي وه ، هرومرو کوم مېلمنه راغلی و ، ځکه دفتروال دومره بوخت و چي ځينو به يې مخونه لا همدلته په دفتر کي مينځل ، نو عطر وهل خو لري خبره وه ، ښايي دا به د قناعت وړ دليل نه و ، دا عطر ماته نا اشنا و ، او له دې چي خلک يو تر بل تېرېدل د لوړو خبرو اواز اوريدل کېدی ، نو پوه شوم چي کوم څوک له خارجه راغلی دی ، کورني مېلمه ته څوک دومره منډي رامنډي او خوش امد نه وکوي . زه خو هره ورځ په دفتر کي وم او په دې ښه خبره وم چي له چا سره خلګ څنګه چلند کوي .
څوک دی ، څه خبره ده ، له همدې انګېرنو سره اخته ومه چي يوې همکاري مي پر اوږه لاس کښېښود او خندا سره يې راته وويل ، سهار دي په خير ، ولي ناوخته راغلې ؟ ورته ومي ويل : نن مي په کور کي څوک نه و ، تر څو مي د کور کار خلاصاوه لږ ناوخته شو ، دا نن خو لا هسي هم ناوخته له خوبه پاڅېدلې وم . خو ته ووايه چي څه خبره ده ؟
هغې وويل ليونۍ ته خو که دنيا اوبه هم واخلي نه يې خبره په کوم خوب او خيال کي يې ؟
_ اې خورکۍ ، خير دی ، خو ته يې راته ووايه څه خبره ده ، څوک راغلی چي ټول داسي بوخت ښکارئ ؟
هغه موسکۍ شوه او ويې ويل : ........ صاحب راغلی دی ؛
.... اه ... یوه شېبه مي داسي احساس وکړ چي زړه مي چا په موټ کي واخیست او له ما لري يې غوځار کړ .
لاس او پښې مي د يوې شېبې له پاره يخ کرخ سول ، ... همکاري مي وويل : هې دېته ګوره ، ليونۍ ستاولي ځکندن شو ، زموږ په اداره کار نه لري ، مستانه خلک دي ، چکري راغلی دی . هغه په څرخ تاو شو ه او له ما ولاړه ، خو خبري يې لکه په منګي کي چي چيغه کړې ، زما په غوږونو کي انګازې وکړې . . . . . . . مستانه خلک دي مستانه خلک دي مستانه . . . .
هغه ليکوال و ، يوازي د انټرنټ او يو شمېر نرو فرهنګي کارنو له لاري مي پېژاند ، او برېښناليکونه به مو سره بدلول ، هر ليک به يې له ډېرو خوږو خبرو ډک و . د هغه هره خبره به لکه هغه پېغله چي زلمی اشنا يې له وطنه ليري د قطر هيواد د ولور ګټلو له پاره په مساپرۍ تللی وي ، او دی يې د سرټيکری او د زيارت رڼا کول ، د بيرته راتلو نذر منلی وي ، تودې تودې زما د زړه په هره خونه او دالان وګرځېدی په هره تاخچه کي به يې د ميني او امېدونو بې حسابه شيطانوکي ولګول . . .
موږ دواړو تر اوسه نه و سره ليدلي ، خو دا زړه نه دی ، په انسان باندي ټولي کانې او فسادونه همدا زړه کوي ، سړی لاس تړلی دبلا خولې ته ور اچوي داهم زړه غوښتل چي هره ورځ برېښناليک ور واستوم خو دواړو به ډيري مؤدبانه خبري کولې ، مابه ورته وليکل :
گران او محترم دوست ( . . . . صاحب )
زما سلامونه ومنئ خدای دي وکړي چي جوړ روغ به یاست ....... یو شمیر رسمي خبري ....او بیا هم له درناوي سره . . .
هغه به هم یوازي توري اړولي وو خو گوتو به يې توري داسي کارول چي ورسره به يې زما د زړه ولونه واړول را واړول .
زما او د هغه اړيکي لکه برېښنا داسي چټکي رواني وې لس بریښنا لیکه به مو نه وو سره بدل کړي چي د لیکنو کرښو مو رنگ بدل کړ ...
نور به هغه راته لیکل :
دزړه سره ... دسترگو توره ... گراني ( . . . . . )
هره ورځ دي تر لس زره واره زياته يادوم ، او بيا به يې ټولي خبري په مينه کي راونغاړلې او وبه يې ليکل . . . زما ټوله مينه درسره ده .
ماته کله هم چا داسي خبري نه وې کړي ، مور، پلار ماما ، کاکا ، ښوونکی ، . . . دا ټول هغه کسان وو چي ما په دې خپل ٢٠ کاله عمر کي ليدلي و ، خو يوه هم داسي نه وم نازولې ، زه يې هغه د خلکو په خبره له ژونده ايستلې وم ، خوب مي ورک و ، که کمپيوټر کتاب وای ، نو په يوه اوونۍ کي به يې پاڼي شړېلدي وای ، خو له دې سره يو ډېر زيات خوندو ر احساس لکه د حمل د مياشتي په سهار وختي چي کړکۍ خلاصه کې ، سړه هوادي چي د باران واړه واړه څاڅکي هم ورسره وي په مخ ولګېږي ، او ته له ډېله خونده سره ځان کلک په بړستن کي راتاو کړې ، اخ . . زه يې نه شم درته ويلای چي څنګه . . . . د عکس مي يوه ورځ ورته وويل چي په برېښناليک يک يې راواستوي ، راته ويې ويل سکينر نه لرم او دغه پلمه يې په بيا بيا تکراروله ، چي لېدو ته يې نوره هم زما تلوسه زياتېده خو نه پوهيږم چي ولي مي بيا ورنه د عکس غوښنه ونه کړه ، ښايي زړه به غوښتل چي دی خپله ووينم ، ما به تل دا خواست له خدايه کاوه چي ژر هغه ووينم . . . زيارت ، پير ، شهيد ، خو لا څه کوې چي د خټو کومه کوډله به په مخه راتله نو بې اختياره به مي لاسونه پورته شول ما به نه غوښتل خو زړه به مي وويل (( اې لويه خدايه ! ستا خو هر شی په خپل لاس کي دي ، زما دا ډول ژوند واخله ، خو چي زه هغه ووينم ربه ! ))
کله به مي زړه ډېر تنګ شو ، خديه دا څوک دی چي زه يې په خپل زړه کي ناست بولم خو چي سترګي پټي کړم هر څومره چي د مغزو پاڼي اړوم نه يې شم پيدا کولای د هغه هيڅ تصوير مي نه شوای جوړولای د ورځي خو به ډېره په منډه کي وم ، خو تمامه شپه به مي دا يوه سودا وه چي څنګه به وي ، بيا به مي ويل حتمي به يې لوړه ونه وي ، غنم رنګې توري سترګي ، ښکلی ځوان . . . يا . . .
رښتيا ګوی زما ښکلا ډېره خوښه ده ، کله به مي ځان ته وويل که داسي نه وو بيا ـ . . نه داسي امکان نهلري هغه چي دومره ښکلي خبري يې زده دي ، هغه نه نه . . . د سوچونو همدا مرۍ به مي پېيلې خو غاړګۍ به مي لا نه وه جوړه چي خوب وړې وم اوبيا به هم همدا لټه . . . زه کړکۍ ته مخامخ ويده کېدم ، هره شپه به مي ښه وليدل چي سپوږمۍ به راوخته ، زما تر مخ به ودرېده ، ما به تصويرونه جوړول او ړنګول ، خو چي انځور به نه شو جوړ ددې خواري زړه به هم راته په تنګ شو او رانه ولا ړه به .
بيا به مي وويل ايا نه ليدلې هم له چا سره مينه کېدای شي ،؟ زه يې نه منم دا لوی عيب دی .
ما به ويل که مي وليد حتمي به دا پوښتنه ورنه کوم چي ولي يې له دې ټولي دنيا د ميني غاړګی ماته راپه غاړه کړې . کله به مي په اينه کي وکتل او له ځانه سره به مي وويل : ايا زه دومره ښکلې يم ايا ددې دومره ميني وړ يم !؟
او نور داسي ډېر سوالونه . . .
وخت لکه باد داسي ځغاست او زه لکه د ونو پاڼي ورسره لوېدم ، لګېدم خوتلم ، لکه رمه چي تېره شي اوورپسې ليري په دوړو کي ورک شي ، زه هم داسي په زرو سوداوو کي ورکه . . يوه ورځ چي مي خپل برېښناليک خلاص کړ له زيات حيرته مي سترګي تروي شوې ، او و و و و و و و خدايه دا څه وينم !؟
دا يې راته ليکلي و چي کابل ته راځي خو دا يې نه و ليکلي چي څه وخت زما د ټولو پوښتنو د ځواب ورکولو لپاره .
او نن هغه ورځ وه ، زړه ناړه دفتر ته ننوتم ، ماداسي نه وه منلې چي هغه به دومره ژر راځي ، کاشکي هيڅ نه وای راغلی ، بيا يچ راغی کاشکي مي د زړه ټولي خبري ورته کړي وای .
هغه ځوان نه و ، برگ برگ تور سپین سر يې په چيغو چيغو دا اقرار کاوه چي ښايي ٥٠ پنځوس کاله به د عمر مېلمستيا خوړلې وه .
ښايي يو وخت به هغسي و لکه زما زړه چي ګڼله ، خو اوس . . دوی وای په اروپا کي لمر ډېر نشته ، نو ځکه يې زما د خيال غنم رنګی تک سپين کړی و ، د سترګو رنګ يې هم خامو لمرونو خام کړی و .
دومره محترم و چي ورسره مينه کول هم د ګناه رنګ اخيست ، اول خو نه ما هغه ا ونه هغه زه پېژندلم ، خو دا کومه ګرانه خبره نه ده ، سره معرفي يې کړو . . . بيا هم زړه . . . دا کلانکار سړی کله خپلي رايي ته پرېږدي . . . زما دا تېره ژبه چي په ساعتونو خبرو به نه ستړې کېدله ، د هغه په لېدو ګونګه شوه ، زه په دې هم يوه يم دا ه مزړه غوښتل چي يوازي د هغه خبري واوري او بس .
چي راته ويل يې :
. . . ته ډېره لايقه او با استعداده يې . . ته بايد ليکني وکړې ، ستا دا ډېر ښه ادبيات او خوندور احساسات چي سره ګډ شي شهکار به جوړ کړي . ستا اېمايلونه چي به مي لوستل ياني په رښتيا چي ښه استعداد لرې ، زه ستا د احساس درناوی کوم ، خو يوه اصلي موضوع چي تاته يې ويل غواړم هغه داده چي ما له ډېري مودې راپه دې خوا پر يوه ناول باندي کار کاوه ، د هغه لهپاره مي همداسي يوه احساس ته اړتيا لرله ، د يوې طبعي ميني همداسي انځور مي غوښت چي جوړ يې کړم ، نو ځکه مي تاته دا دومره موده زحمت درکړ او تادي هم خپل قيمتي وخت ماته راکړ ، له تا ډېره مننه له ما سره دي په رښتيا چي ډېره مرسته وکړه ، نور مي وانه وريدل يوازي د خولې سترګو او لاسونو حرکات مي يې ليدل . . . . نو ځکه خو ما هيڅ هم ونه ويل يوازي مي ورته کتل . . . . دې ته مي کتل چي څنګه يې زما د خيالونو دنيا ړنګه کړه . . په يوه شېبه کي توره دريشي د هغه ټوپک سالار په کميس او پرتوګ بدله شوه . چي له ډېرو خيرو يې رنګ اوښتی وي . . . ورېښتان يې اوږده سول ، غاښونه يې تېره کاږه واږه سول ، تر غاړي تاو نېکټايي يې د ټوپک په بند بدله سوه ، . . . سترګي مي وليدې چي څنګه يې زما ميني ته بق بق کتل . . .
هغه لکه چي رښتيا هم مستانه و . مستانه مستانه يې سترګي غړولې . . .
له خپله ځايه پورته شو
بيا يې په ډېره ارامي او سړه سينه خپل ليکلی کتاب ماته په لاس کي راکړ ، او ويې ويل : دا کتاب ولوله هيله ده چي ډيري نوري خبري به ورنه زده کړې ، ښايي په زړه کي به يې دا وو چي ( وچ خوړ ته ګولې اېستل تېروتنه ده )
د کتاب پښتۍ ته مي وکتل ، ورباندي ليکل شوي وو :
. . . تېروتنه . . .
", تېـــــــــــــــــــــــــــــروتـــــنــــه
2482,فضل الرحمن کټوازی – سهيلي کوريا,"
فضل الرحمن کټوازی – سهيلي کوريا
٣ غويی ١٣٨٤ لمريز
ګرانو لوستونکو او په وطن مينو وطنوالو زه دخپل ګران ټاټوبي افغانستان او دسپيڅلی افغان کلمې دساتلو لپاره ستاسي نه دزړه له اخلاصه هیله لرم چه دپردو ددې نوي استعمار په وړاندي دي رامخکي شي او زمونږ عام وګړي په دې پوه کړي چه زما اوستا دګرانو ګاونډيانو دا اوسنی غیری مستقیم استعمار ډيرخطرناک دی او ددې استعمارشاته پټ لاسونه کارکوي چه هغه زما او ستا د تاريخي هويت دښمنان دي دا تاريخي دښمنان اوس ديوې او بلي لاري نه غواړي چي خپلي شومي توطيې پرمخ بوزي او زما اوستا دغريبۍ څخه دناوړه ګټي اخستو په مقصد کله درسي توکي راته چاپه وي او زما او ستا طبيعي نوم دافغان پرځای په افغانستانی اړوي ترڅو په راتلونکي کي دافغانستان دوېش يوه نوې طرحه او پالیسي پرمخ بوزي ، اوس سوال دادي چه دپنجاب واکداران دی مونږ ته دکوم ملی احساس لاندي تلويزيون جوړکړي . دادومره وخت ولي دپاکستاني واکدارانو سره دا احساس پيدا نه شو چه پښتنو ته دي يو بېل چينل جوړکړي.
زما اوستا عام وګړي چي نومونه يي لاهور خان او کشميرخان وي هغوی به ددې پټو دسيسو څخه څه پوهه ولري،هغوی خو صرف دخپلو ګټو لپاره ددې هيوادونو شناختي کارډونه او پاسپورتونه لري. اوس سوال دا پيداکيږي چي د خداي بخښلي استاد اول مير دا ترانه به ولي نه بدليږي څوک به ددې دسيسې څخه پرده پورته کوي ،زمااوستا دپوهانو او سياستمدارانو دا وجدانونه به تر څو ويده وي.
زما او ستا بعضي وروڼه په پوهنتونونو کی دپتلون او نکتايي سره مبارزه کوي،ګرانو وروڼو پتلون او نکتايي دومره خطرناک ندي لکه څومره چه زما او ستا دګاونډي هيوادونو دانوې کلتوري ديپلوماسي .
زما او ستا افغان خويندي او وروڼه دخيبر په نامه دې تش په نامه پشتو چينل ته کارکوي،او حتی ددې چينل نطاقان هم دي . خو اوس سوال دا پيداکيږي چي ولي زما اوستا وروڼه او خويندي دې دپردو دشومو دسيسو ښکار شي .
آيا زما اوستا دولت په خاصه توګه دپردودنوي کلتوري ديپلوماسۍ په نامه دجوړشوي وزارت اطلاعات او فرهنگ، زما او ستا دې په هنر مينو ځوانانو ته موقعه ورکړې؟
آيا په دی دري نيمو کلونو کی زما او ستا تلويزيون ددې جوګه شوی چه نړۍ خو پريږده دافغانستان په ولايتونو کي خپروني ترسره کړی؟
آيازما او ستا دطبعي وطن دا تلويزيون ملي بڼه لري؟
د بلي خوانه دآزادو مطبوعاتو په نوم شخصي تلويزوني شبکوته اجازه ورکول کيږي چي دفعاليت اجازه ترلاسه کړي،داهرڅه دیوي پټي دسيسې لاندی ترسره کيږي .
ددې تلويزوني شبکو شاته ډيرناڅرګنداوناولي لاسونه کارکوي ددې شخصي چينلونو دا مصارف دکوم هيواد نه راځي داهرڅه يولوی سازش دی چي دا هيوادونه يې پرمخ بيايي ترڅو داوږدمهاله پټو پلانونو له لاري خپلي ګټي خوندي کړي . اوس قضاوت تاسي ته پريږدم،ولي چي يو طرفته يي ملا راته پيداکړي چه که دتلويزيون نوم واخلم هسي نه چه دوزخي شم او بل طرفته زما او ستا نوی نسل دپردو ددې نوي کلتوري ديپلوماسۍ په وجه خپل طبیعی افغان هويت هم له لاسه ورکړي او ورکوی يې .
",دا زموږ زېبا وطن - دا وطن مو ځان دی - دا افغانستان
2483,,"
٣ غويی ١٣٨٤
د زابل په ولايت کي پر موټرسايکل ګرځېدلو بنديز لګېدلی دی
د زابل ولايت امينتي مسولينو د نا امنيتۍ دمخنيوي په خاطر د راتلونکو دوو اوونيو لپاره د موټرسيکل پر چلولو او پر هغوی باندي د تېلو پر پلورونکو بنديز لګولی دی .
ويل کيږي چي په وروستيو کي يو شمېر برېدونه د طالبانو له خوا پر موټرسيکل سپرو کسانو تر سره کړي دي .
دزابل ولايت امنيتي چارواکو خبريالانو ته ويلي دي چي د راتلونکو دوو اوونيو په اوږدو کي پر ټولو موټرسايکل چلوونکو د پېژندني ځانګړي کارتونه وويشي . چي وروسته به موټر سيکل چلوونکي د کارت په ښودلو سره موټرسايکل ته تېل اچولای شي .
امنيتي چارواکو اعلان کړی دی چي هر هغه څوک چي غواړي د راتلونکو دوو اوونيو په دننه کښي د خپلو موټرسيکلونو نه کار واخلي مجبور دي چي لومړی د موټرسايکل چلولو د اجازې کارت ترلاسه کړي .
",د زابل په ولايت کي پر موټرسايکل چلولو بنديز ولګېدی
2484,,"
",
2485,عبدالله احسان - هالنډ,"
دا وطن دی ځان زموږ دا وطن ايمان زموږ
وايي په خاپـــــــوړو کي داسي ماشومان زموږ
دا مـــــــــو د بابا وطـــــن دا مــو د دادا وطـــــــــــن
په موږ باندي ډېر ګران دی دا افغــانســـــــــــتان دی
",دافغانستان ملي ترانې بڼه اړول په کلکه غندو
2486,,"
٣ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو د ليسو فارغانو د کانکور د ازموينو د نتيجو د اعلان څخه وروسته پر دغونتيجو نيوکي کړي دي.
دوي د لوړو اومسلکي زده کړو چارواکي په دې تورنو ي چې په نتيجو کې يې لاس وهنه کړي ده او خپل خپلوان يې په ټيټو نمرو د کابل لوړو تعليمي موسسو ته او دوي يې د ښو نمرو په لرلو سره بيا هم دلرو پرتو ولايتونولوړوتعليمي موسسو ته معرفي کړي دي.
ددوي په وينا د لوړو زده کړود وزارت مخې ته امنيتي کسانو دوي وهلي ټکولي هم دي.
",دکانکور په نتيجو د دفارغانو نيوکي
2487,,"
٣ د غويی ١٣٨٤
د المان په هنري فسټيوال کې درې افغاني فلمونو : خاوره او ايره، نيلوفر په باران کې او درې ټکو (سه نقطه) ته جايزې ورکړل شوي.
په دغه فسټيول کې لومړۍ جايزه درې ټکوته ورکړل شوه او پاتي دوو فلمونو ته هم د ښه فلم ليک اوفلم جوړونکي جايزې ورکړل شوي..
",د المان په فلمي فسټيول کې درې افغاني فلمونو جايزي واخېستې
2488,غفور لېوال - واشنګټن امريکا,"
غفورلېوال ٢٣ اپرېل ٢٠٠٥ واشنګټن
ددوه زره پنځم كال داپريل په يوويشتم ماښام دامريكې په پلا زمينه واشنګتن ښاركې دا فغاني سفارت او نشنل جيوګرافيك سنټر په مټ دافغان لرغونپوه ښاغلي زمريالي طرزي د هڅو او په ټوليزه توګه دافغانستان دلرغونوآثارو په هكله ديوه فلم پرانيستنه وشوه ، چې (( دافغانستان وركې خزانې )) نوميږي . په دې فلم كې دباميان دسترو بوداګانو راپرځېدل وښوول شول خو تر څنګه يې په سيمه كې ددرييم بودا چې په (( ويده بودا)) مشهور دى ،دموندلو لپاره دښاغلي طرزي هڅې او برياليتوبونه هم دپام وړ وو. دفلم جوړونكي باور لري چې دا په نړۍ كې تر ټولو ستر ه مجسمه ده چې اوږدوالى يې د ايفل تر برجه هم ډير دى . ښاغلي طرزي وويل، له ډيروڅېړنو او كيندنو وروسته موددغه بودا دپښو يوه برخه وموندله ، خو كله چې ډاډه شوم هغه دلته دى نو كاريګروته مې وويل چې بيرته خاورې پرې ورواړوي چې بيا بل وخت په ډاډ اوحتياط سره كيندنې پرې وشي. دفلم بله په زړه پورې برخه دطلا تپې دقيمتي خزانې په هكله وه چې له نيكه مرغه تر اوسه دولسمشرۍ په ما ڼۍ كې خوندي ده . د ويده بودا رابرسيره کېدل په نړيواله سطح يوه ستره فرهنګي پېښه ده،وړاندوينه کيږي چې ددغه بودا تاريخي ابهت اواهميت به دمصر له اهرامونو سره برابر وي٠ياد شوي فلم عاطفي جوړښت درلوده چې دليدو پرمهال يې پر ځينو افغانانو بر سيره بهرنيانو هم خپلې اوښكې تم نه شوې كړاى. ما له خپلو اوښكو سره څو كلېمې هم مل كړې چې دلته يې لولئ:
وركه خزانه
بودا!
ويده شه
دتاريخ تر خر وارونو خاورو لاندې آرام وغځيږه
لا (( اپه ګان )) دخپل نيكه څېره دغم دغبار شاته ويني
لا شغهار دغشيوخيژ ي لا ګوربت زخمي دى
او د ((لوى غر )) د ذهن ځالې له لمبو ډكې دي
لا پښتين نه شي اوريدلاى ستا د سترې ډ برينې سينې ورك درزونه
لا تور شيطان د (( براهې )) ګردونه مينځي د (( سيندو )) پر اوبو
لا هم پر موږه لمر دتور دجال له كوره خيژي
لاستا ددواړو تنديسونو له سوغاړو نه دودونه خيژي
بودا!
ويده شه
په آرام پريوځه
هو دا ريښتيا ده چې بخدي كې كې يې د (( ساك )) دپاچا ښكلې لور بربنډه كړله
طلا غونډۍ كې يې دسرو زرو له تاج څخه هډوكي تش كړل
خو ته ويده شه
ته آرام پريوځه !
دبخدينۍ شهزادګۍ روح لا له ګاڼو سره په كور پاتې دى
لا له سيندو يا له آمو څخه اوښتى نه دى
لا خو دساك دلور دګڼ كميس پاولي شرنګيږي
او لا دستر نورستان (( لام )) په (( الينو )) مين دي
لاهم ددنګو پكتانيو د قمې زرين لاسوندي بريښي
نو ته ويده شه، ته آرام پريوځه!
دبخدينۍ پيغلې ښايست ته مې سلام دى بودا
ستا دخوبونو پريشانۍ ته مې هم پام دى بودا
زه لا دزروكلوشاته بخدينۍ وينمه
چې اووه كنيزې پرې چاپيرې دي سينګار يې كوي
څوك يې باولۍ ، څوك يې والۍ څوك يې پېزوان سموي
څوك يې په هسكه سينه ږدي د (( سات ديوا )) زر څېره
بودا ښايست ته يې حيران يم خو ويريږمه پرې
چې څوك يې نن را نه هډونه له سيندو تير نه كړي
يا خو يې غلۀ د لا جوردو له آمو تير نه كړي
زه هم پوهيږم زړه مې ريږدي خو ويده شه بودا
ته دتاريخ د خروارونو خاورو لا ندې پټ شه
چې زه دخپلې بخدينۍ ښكلې ګاڼې وساتم
بودا ويده شه
ته خو ښه خبر يې
چې ستا دهډ هډ ماتوونكي څوك وو
تا خو دخپلو تنديسونو پرځېدل ولېدل
چې له (( ارك هنډ )) څخه ورهاخوا يې ديوان نشه كړل
نو ته ويده شه، په آرام پريوځه !
كله چې ما د ارشاك توره بيا په لاس ونيوه
او كانيڅكا مې بېرته راوست د باګرام ماڼۍ ته
كله چې لمر له پكتيانا څخه راوخوت او سوريا وخندل
ګندهارا ته چې مرغۍ له پرښاپوره راغلې
چې آسمايي بيا د ويشنو دپلاز بيرغ پورته كړ
او روهيليو دكوترو سپين خيلونه په هوا پورته كړل
بيا به ارجن له بهارته راشي
كليو پاترا به دنيل غاړې څخه راوړي زر مصري آسونه
آشيل به راشي دزيئوس پيغام به راوړي طلايي بګۍ كې
او سكندر به خپل زرين تاج ستا پښو ته كيږدي
زرتشت به راوړي د بخدي پيغلې ولور كې د كوبا ارغوان
اود روم پيغلې به ګاڅونو ته نڅيږ ي له لنډيو سره
اراكوزي زلمي به اچوي د څڼو څپې مست اتڼ ته
او هيندوګۍ راڼۍ به ناڅي دخيبر اتڼ ته
سمرقندي كوڅۍ به څرخي كاكړۍ غاړو ته
او هيندوكڅ به له پامير سره پيالې كړنګوي
بيا به نو تا راويښوو له اوږده خوبه بودا
بيا به دې باسو دتيارو له تور آشوبه بودا.
ددوه زره پينځم كال داپريل يوويشتمه
واشنگتن ښار-امريكه
- اپه ګان : دافغان لرغونې بڼه
- ګوربت : په ميدان وردګ كې ديوه غره لرغونى نوم دى
- لوى غر : د لوګر لرغونى نوم
- سيندو : نننى اباسيند، يونانيانو اندوس باله
- بخدي : دبلخ زوړ نوم
- - ساك : ساكيان دافغانانو هغه لرغونى پښت و ،چې سلګونه كاله يې پر هېواد واكمني درلوده.
- طلاغونډۍ : طلا تپه چې زرګونه لرغوني زرين آثار ور څخه موندل شوي.
- بخدينۍ : بلخي شهزادګۍ
- لام : دنورستان په افسانو كې هغه پهلوان دى چې په شهزادګۍ الينو مين و.
- الينو ( الينا) : دنورستاني افسانو اتله ، د لام معشوقه او دافسانوي ښكلا خاونده، د الينګار اوسنى نوم هم له همدې څخه اخيستل شوى او مانا يې د الينا مېنه يا كور دى.
- سات ديوا : ديوا په سانسكريت كې ځواكمن واكمن ته وايي چې د اوستايي دورې ارباب الا نواع به يې په دې القابو نومل ، سات ديوا دساتونكي ځواكمن په مانا ده ، چې زرينې مجسمې به يې دشاهي كورنۍ له مړيوسره خښولې چې ګواكې د هغوساتنه وكړي.
- ارك هنډ : د اټك زوړ نوم .
- ارشاك : آريايي اتل
- كانيڅكا : كانيشكا نامتو افغاني واكمن
- كوبا : دكابل زوړ نوم
- پرښاپوره : دپېښور زوړ نوم
- آسمايي : په كابل كې ددغه غره نوم له دوو ريښو آسه يانې نيكمرغي او مايي يانې مور څخه جوړ شوى چې مانا يې دنيكمرغي مورده.
- ويشنو : له هندي ارباب الانواعو څخه
- ارجن : هندي اتل، د مهابهارت په اتم پرب ( فصل) كې يې له خپل تربور كرن سره دجګړو كيسه راغلې.
- كليو پاترا : نامتو مصرۍ ملكه
-آشيل او زيئوس : ديوناني اساطيرو دوه نامتوڅيرې
-ګاڅونه : ګاتهونه يا ګيتونه زاړه اوستايي سرودونه چې دهېواد دلرغوني فرهنګ وياړمنه برخه ده.
- اراكوزې (اوسنى كندهار) پكتيانا (اوسنۍ پكتيا)، ګندهارا (اوسنى ننګرهار) دلرغوني افغاني مدنيت درې مهم منځي ( مركزونه ) .
- هيندو كڅ : هيندوكښ اوسنى هندوكش.
",د افغانستان ورکې خزانې
2489,,"
٤ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې يوه ښځه د نارواجنسي اړيکو په تورسنګ ساره شوی ده.
ويل شوي دي چې دغه وژنه پرون سهار وختي د بدخشان ولايت په شمال ختيځ د ارګو په ولسوالۍ کې تر سره شوی ده.
د ځايي حکومت يو چارواکی دغه وژنه تايد کړی ده خو د حکومت لاس لرنې يې نه ده ياده کړي او ويليدي چې په دې اړه پلټني رواني دي.
",په افغانستان کې يوه ښځه سنګساره شوی ده
2490,,"
دغويي ٤ مه، پژواک خبري آژانس
نظرآباد علمي او کلتوري ټولنې دعلامه پوهاند استاد عبدالشکور رشاد په ياد د غويي په درېېمه نېټه غونډه جوړه کړه.
په غونډه کې چې سلګونو تنو ليکوالانو ، شاعرانو ژورنالستانو او دعلم او ادب مينه والو په کې ګډون درلود د ادبياتو د پوهنځي پخواني رئيس استاد فضل ولي ناګار، پوهاند ډاکتر زيورالدين زيور، استاد پوهيالي لال پاچا ازمون، دننګرهار مديوتيک مشرعبدالغني هاشمي، دلاور نظېرزى شېرزاد، ددولت دقضاياو درياست مرستيال مولو ي محمد هارون عابد او ګڼونورو ګډونوالو وينا وکړې.
غونډه د د ې ټولنې د مشر وتلي ليکوال او شاعر قاضي محمدحسن حقيار پر وينا پيل شوه چې، په ترڅ کې يې دارواښاد پوهاند رشاد په اړه مقالې ولوستل شوې، بيا مشاعره وشوه چې، شاعرانو په کې درانه ارواښاد ته دعقيدت نذرانې وړاندې کړې،په دې غونډه کې دهيواد دنوم وتوممثلينو له خوا دوه په زړه پورې تمثيلي پارچې هم وړاندې شوې چې، دګډونوالو دځانګړې پاملرنې وړ وګرځېدلې.
پوهاند ډاکترزيور په خپلو څرګندونو کې وويل: (( که د سلو پوهانو پوهه يوځاى شي نود استاد رشاد پوهې ته به ونه رسېږي. ))
نوموړي زياته کړه چې، استاد لويه پوهه او شخصيت درلود او اويا کاله يې ادب ته خدمت کړى وو او هم يې له چارواکو څخه ډېره استغنا درلوده.
محمد حسن حقيار په خپله ويناکې وويل چې، استاد د خپل علمي او پوهنيزې لوړې کچې تر څنګ سياسي تقوا هم درلوده.
نوموړي زياته کړه: (( د استاد رشاد ځاى به تر ډېره وخته تش پاتې وي. )
په غونډه کې داستاد عبدالعزيز له خوا د نورزيه حقيار هغه شعر چې ،د استاد د رحلت پرمهال يې ليکلى وو هم ولوستل شو.
د يادونې وړ ده چې د نظراباد علمي او کلتوري ټولنې دوه کاله مخکې د ننګرهار ولايت، سره رود ولسوالۍ، د نظراباد په کلي کې جوړه شوه چې د ننګرهار پوهنتون ته څېرمه پرته سيمه ده او موخه يې په هېواد کې کلتوري او ادبي خدمتونه ترسره کول دي ",نظرآباد علمي او کلتوري ټولنې دعلامه رشاد په ياد غونډه جوړه کړه
2491,,"
غويى ٥، ١٣٨٤
کابل: د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د يوې چاودنې په ترڅ کې يو رومانيايي سرتېرى د يکشنبې په مازيګر هغه وخت ووژل سو او دوه نور ټپيان سول چې ددوى د ګزمې ګاډى د سړک له غاړي په يوه خښ سوې ماين وخوت. په ارغنداب کې امنيتي چارواکي وايي چې له دې ګاډي سره څلور نور د ګزمې موټران هم کندهار ته په لاري چې دا چاودنه پېښه سوه. زمرى خان، د ارغنداب ولسوال وايي چې دا له لېري څخه کنترولېدونکى بم و چې طالب جنګياليو ايــښى و. طالبانو هم په خپل وار، د پېښي پړه په غاړه اخيستي ده. رومانيا په اوس مهال کې په افغانستان کې د ٥٠٠ شاوخوا سرتېري لري چې له نړيوالو سوله ساتو او د امريکا په مشرۍ په ټلوالي ځواکونو کې په کار بوخت دي.
په رومانيا کې د دفاع وزارت چارواکو د يوه سرتيري د وژل کېدلو او د دوو نورو د ټپي کېدلو پخلى کړى دى. طالب جنګياليو په دې وروستيو کې په سهيلي ولايتونو کې، په تېره بيا کندهار او زابل کې خپل مرګونې بريدونه زيات کړې دي چې يو شمېر سيمه ييزو خلکو ته يې د سيمي د بې ټيکاوه کېدو انديښني پيدا کړي.
",د کندهار په چاودنه کې يو بهرنى سرتېرى ووژل سو
2492,,"
نن سهاروختی یوه یوکراینی الوتکه دکابل په هوایی ډگر دکښینستوپه مهال پرواز له کرښی ووته اود اور دلمبو شومه شوه . دروسی ساخت داکارگوالوتکه له ډوبۍ څخه کابل ته الوتی وه .راپورونه وایی چی دالوتکی شپږ سره سپرلی سخت ژوبل سوی خوسملاسی نه دپیلوت اونه یی هم دسپرلیو هویت ځرگند شوی
__________________________________________________
",نن سهار په کابل کي يوه الوتکه د اور لمبه شوه
2493,,"
٥ د غويی ١٣٨٤
د کندهار ولايت څخه د راپورونو له مخې طالبانو د ريګستان په ولسوالۍ برېد کړي و. د سيمه ايزو چارواکو په وينا د نښتو په ترڅ کې دوه سرتيري او څلور تنه طالبان وژل شوي دي.
خو طالبان دا ردوي او واي چې حکومت ته زيات تلفات اوښتي او د طالبانو يواځې يو تن ژوبل شوی دی.
دا نښتي په داسي وخت کې کيږي چې افغان او نړيوالو ايتلافي ځواکونو د کندهار ماله جات کلا بند کړی ، ځکه چې له هغه ځايه په ښار راکټونه توغول کيدل.
",د کندهار د ريګستان په ولسوالۍ کې نښتي شوي دي
2494,,"
غويى ٥، ١٣٨٤
کابل: شريف بسيوني افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ځانګړى استازى له خپلې دنده له هغه وروسته ګوښه سو چې په افغانستان کې يې په امريکايي چارواکو له بشري حقونو څخه د سرغړوني له امله سختي نيوکي وکړي. ښاغلى بسيوني چې د مصر تبعه دى په افغانستان کې يې له افغان بنديانو سره د امريکايي ځواکونو له لوري د ناسم چلند په اړه په ډانګ پېېلي خبري کولي. ده تېره اونۍ د بشر د حقونو د څار ډله Human Rights Watch دې ته وهڅوله چې د امريکا د دفاع وزير او د څارګرۍ د اداري د مشر د ځانګړي محاکمې غوښتنه وکړي د کوم په ترڅ کې چې له دوى څخه بايد په عراق او افغانستان کې د بنديانو د ځورولو او شکنجه کولو په اړه پوښتني ګروېږنې وسې.
",افغانستان ته د ملګرو ملتو د بشري حقونو استازى له دندي ګوښه کړاى سو
2495,,"
٥ غويی ١٣٨٤
تېره شپه ناوخته د کندهار ښار شمال خوا ته د لويي ويالې په سيمه کي د پوليسو يو موټر پر ماين وخوت . دا چاودنه په داسي حال کي رامنځته شوه چي تر دې لږ مخکي د کندهار دارغنداو په سيمه کي د سوله ساتو ځواکونو د رومانيې پر يوه ټانک باندي بريد شوی و .
دامنيې قومندان د دواړو پيښو پړه پر طالبانو ور واچوله .
د کندهار د امنيې قومندان جنرال سالم خبريالانو ته وويل چي د لويي ويالې د ماين په چاودنه کي موټر په مکمله توګه له منځه تللی خو ځاني زيان يې نه دی اړولی .
د پرون ورځي د ارغنداب په پېښه کي د يوه تن رومانيي پوځي د مړيني خبر ورکول شوی دی . په لاندني انځور کي د سوځيدلي ټانک د ټاير يوه ټوټه ليدله کيږي .
",د کندهار په لويه وياله کي چاودنه وشوه
2496,,"
٥ غويی ١٣٨٤ کابل
افغان ولس مشرحامد کرزی اندونیزیاته دخپل سفرپه اوږدوکي دجاپان اوهند له لومړیو وزیرانو دایران له مرستیال جمهورریس ، دملگروملتونوله عمومي منشي کوفي عنان اودپاکستان له ولسمشر جنرال پرویزمشرف سره وکتل .ددولت دریاست دمطبوعاتوله دفتر څخه په خپاره شوي بیان کي راغلي چي جمهورریس کرزی دجاپان له لومړی وزیر سره په افغانستان کي دبیارغوني او دبي وسلوکولو اوملکي ژوند ته دستنیدني په برخه له ولس مشرمشرف سره یې له ترهگرۍ سره دمبارزې دملگروملتونو له عمومي منشي کوفي عنان سره په هیوادکي په راروانو پارلماني انتخاباتو اوپه افغاني ټولني کي دښځو په برخه اخیستنې خبري کړي .ښاغلي جمهورریس به داپریل په څلرویشتمه په پلازمینه جاکارتا کي داسیا اوافریقا ترمنځ دباندنگ په نامه داقتصادي اوستراتیژیکوهمکاریو دکنفرانس گولدین جوبلي ته ورشي او وروسته به داندونیزیا له جمهورریس سوسولیو بامبانگ یودهیونو سره وگوري .
",ولسمشر کرزي د اندونيزيا په سفر کي
2497,,"
٧غويی ١٣٨٤
هوايي بيړيو ته د پيلوټانو دليږلو بېړۍ چي د روسيې د پوهانو په غوښتنه جوړيږي .
دا بيړۍ چي د(( کليپير)) klepir څو ځليز استعمال دهوايي بيړۍپه نامه نومول شوي ده (( ۱۴،۵)) ټنه وزن لري او فضا ته له ځانه سره فضا ته د(( ۷۰۰ )) کيلو گرامه او له هغې خوا مځکي ته د ((۵۰۰))کيلو گرامه بار د راوړلو ظرفيت لري .
دا بيړۍ دروسيې دنورو هوايي بيړيو په پيمانه دپيلوټانو لپاره دناستي زيات ځاي لري ،لکه په يوه عادي الوتکه کښي .دا بيړي پخپل نوع کې کاملا نوي اوپه زياتو مډرنو نوتخنيکي وسايلو او الاتو مجهزه ده، ددې هوايي بيړۍ په وسيله به ((۲۵ ))ځله فضا يي ستيشن ته پيلوټان ورسول شي .
ددي بيړۍ لمړۍ سفر چي دبلي الوتکي پواسطه به تر سره شي سږکال په دوبي کښي دلمړي ځل لپاره له مسکو نه پاريس ته دۍ
", فضاته د پيلوټانو او پوهانو د ليږدولو نوې بيړۍ جوړيږي
2498,افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ,"
په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون
دخيبر دره د افغان ځلاند تاريخ د سرښندنو او کارنامو يوه داسي پاڼه جوړوي چي د افغانستان د خپلواکۍ او د افغان د ازاد ژوندانه کيسې بيانوي .
د (( AVT خيبر )) تلويزيوني چينل چي پښتنو يې د خپرونو د پيل تود هرکلی وکړ او داسي يې انګېرله چي نوموړی تلويزيون به د افغان تاريخي برم او د افغانانو هويت لا پسي وځلوي ، پښتو ژبه به شتمنه کړي او د ټولو پښتنو تاريخي ارزښتونه به نه يوازي دا چي خوندي کړي بلکي وبه يې پالي .
خو په ډيري خواشينۍ سره خبر شوو چي د افغانستان يوه ملي سندره يې يچ د استاد اولمير په خواږه ږغ کي خپره شوې او د افغان ماشومانو ته د دادا او بابا د خاوري بيان او د خواږه افغانستان داسي درس ورکوي چي پېړۍ پېړۍ به له يوه نسل نه و بل ته پاته کيږي ، د يوه بل هنرمند په خوله بې خونده کړې ، پيکه کړې ، او د افغانستان د نامه پر ځاې پکښې د پاکستان نوم راغلی دی خپره کړې ده .
موږ د (( AVT خيبر )) دا عمل يوه غټه تېروتنه او اشتبا ګڼو او باور لرو چي (( AVT خيبر )) به په دا ډول کړنو خپل پښتانه ليدونکي او په ځانګړې توګه افغانان له ځانه پردي کړي او خپل اعتبار به له لاسه ورکړي .
په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه په داسي حال کي چي د (( AVT خيبر )) د چارواکو د هنري او کلتوري خدمتونو درناوی کوي او د پښتو ژبي د پرمختګ په لاره کښي ددوی د خدمت ستاينه کوي ، ددغي سندري د اړول شوې بڼي خپرول ناسم ګڼي او هيله لري چي (( AVT خيبر )) په راتلونکي کي په دې ته ورته کړنو لاس پوري نه کړي ، ددغي اړول شوي سندري د خپرېدو مخه ونيسي او د لر او بر ټول افغان ولس د درنښت له پاره د ملي شاعر ملنګ جان شعر د استاد اولمير په ږغ کي ( هغه چي اوس د افغانانو په يوه ملي ترانه اوښتې ) خپره کړي .
افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ
٥ غويی ١٣٨٤ لمريز
",په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون
2499,نظيفه غزل,"
وربل د ولسپالو افغان ځوانانو انټرنټ پاڼه ده، چي د٢٠٠٤ زيږديز کال د اګست له لومړۍ نيټې راهيسي د نړيوال جال (انټرنت) په ډګر کي په دوو ژبو (پښتو او انګليسي) په پرله پسې توګه ازادي او ناپېيلي خپروني کوي.
دا پاڼه تر ډيره د ښځو او ښځينه ادبياتو او په ټولنه کي د ښځو د ستونزو ږغ دى، چي د نړۍ په هر ګوټ کي د افغانانواو نړيوالو تر غوږونو رسيږي . ددې تر څنګ وربل د ولسپالو افغان ځوانانو ليکني، پيغامونه، اعلامېې خپروي، دغه راز د افغاني کلتور او ادبياتو په وړاندي د هر ډول کلتوري يرغل پرضد ليكنې خپروي . په دې برخه كې له هېچا سره معامله او مصلحت نه كوي.
ولسپال افغان ځوانان چي له ٢٠٠٢ زيږديز کال راهيسي په افغانستان کي د پرديو هېوادونو د کلتوري يرغلونو پر ضد په پرله پسې ډول مبارزه کوي، د جوړښت له مخي په هيواد او بهر کي هغه ښځينه او نارينه افغان ځوانان، ليکوال، ژورناليستان او د ملي احساس څښتنان دي، چي د يوه ملي او کلتوري غورځنګ په څير په ټينګه د خپل افغاني هويت ، افغاني کلتور او ادبياتو، ملي وياړونو، ملي ژبي، ملي ټرمنالوژۍ، ملي او تاريخي شتمنيو دفاع کوي او له هر ډول پردي کلتوري يرغل او ملي خيانت څخه پرده پورته کوي او په وړاندي يې په خورا زړورتيا دريږي.
په دې وروستو کي وربل د ولسپالو افغان ځوانانو يو شمير ليکني په پرله پسې ډول خپرې کړي، چي په هغو کي د افغانستان ملي ټرمنالوژۍ ته د ګواښ او پر افغانستان د ايراني کلتور او ټرمنالوژۍ د ورتپلو موضوع راسپړلې، دغه راز يې يو شمير ملي ضد څېرې بربنډي كړي، چي له مخي يې وربل ويبپاڼه د افغاني کلتور، ژبي، هويت او ملت ضد دښمنانو په سترګو کي اغزی ګرځيدلې وه، چي بالاخره وربل ويبپاڼه د همدغو ملي ضد ستميانو له لوري دروان کال د اپرېل مياشتې پر ٢٢ مه نېټه د کابل پر وخت د سهارپر څلورو بجو او ١٩ دقيقو د انټرنيت له مخي په ډېره بېرحمۍ سره ړنګه كړاى شوه او ټول هغه مواد چي په دې پاڼه کي ځای پرځای شوي وو- له منځه يوړل شول.
د وربل د ړنګيدو پر وخت د وربل سرور (د خدمت وړاندې كوونكي) چي له خپل ځان سره د کمپيوټر وروستۍ شمېرې (ای پي) ثبت کړي، چې په دې ډول دي 195.229.241.187 دا شمېره چي وروستۍ شمېره ده هغه ورځ د کابل پر وخت د سهار پر څلورو بجو او دوو دقيقو وربل ويبپاڼي ته دننه شوې وه . چي د دې تر مخه په هغه ورځ د کابل پر وخت د سهار پر درو بجو او ٣٨ دقيقو 84.217.60.166 باندي دغه شمېره د پاڼي په سرور کي ثبت ده. نوموړي دواړي دننه شوې شمېرې د نړيوال نيټورک شرکت له خوا تر څارني لاندي دي.
د ورانکارو هغه ارمان هم پوره نه شو، چې غوښتل يې د اوربل ويبپاڼي نوم او نوښان ړنګ شي او بيا يې څوك له ليكنو ګټه وانخلي.
ټولو پر وطن او کلتور مينو افغانانو او د وربل د پاڼي مينه والو ته زيری ورکوو چي د پښتني پېغلو وربل او د ولسپالو افغان ځوانانو ا نټرنټي مرکز د ورانکارو له منګولوڅخه وژغورل شو او يو ځل بيا يې د پخوا په شان د ملي ضد عناصرو زړونه ولړزول، خو د خپلو مينه والو زړونه يې خوشحاله کړل.
ژوندي او ګړندي دي وي ولسپال افغان ځوانان
نظيفه غزل
د وربل پاڼي مسووله
پنځلسم سړک ، وزير اکبر خان مېنه
کابل- افغانستان ",وربل د ورانکارو له منګولو وژغورل شو
2500,,"
سره له دي چه اوس انسانان په پوره توګه د سرطان څخه نشي جوړيداي ، خو د سرطانونو د وقايې او علاج له حقايقو څخه څرګنديږي چه د سرطانونو په هکله د انسانانو پيژندنه ورځ په ورځ ژوريږي او د زياتو ډولونو سرطانونو د وقايې او علاج په ساحه کي اطمينان يي هم قوي کيږي ، له تجربو څخه ښکاري چه د پاتولوژي ميکروب لکه ويروس او ميکروب نه يوازي د ډول ډول ناروغيو د رامنځته کيدو اصلي سرچينه ده ، بلکي د سرطانونو د پيدايښت عمده علت هم دی . د نړۍ روغتيايي سازمان او د امريکي د سرطان څيړونکي ټولنې د وروستيو کلونو راهيسې په امريکا او نورو هيوادونو کي د سرطانونو په باب احصايې او څيړنې وکړې او د لومړي ځل دپاره يي دا نظر وړاندي کړ چه د ويروس او ميکروب عفونيت د سرطان د رامنځته کيدو يو مهم علت دی، خو دغه نظر پخوا د زياتې توجه وړ نه دی ګرزيدلی .
د نړۍ د روغتيايي سازمان د احصايې لمخې په نړۍ کې يو په دريمه برخه سرطانونه د سګريت څکلو له امله رامنځته کيږي چه نور دوه په دريمه برخه سرطانونه د ناوړې تغذيې ، چاغوالي ، کم ورزشي او عفونيت له امله راپيداکيږي چه عفونيت د ناوړي تغذيې ، چاغوالي او کم ورزشي په مقايسه ډير خطرناک علت بلل کيږي . تر اوسه پوري ثابته شويده چه په سلو کي اولس سرطانونه مثلا د جګر ، معدې او د رحم په غاړه سرطانونه د عفونيت له امله رامنځته کيږي . خو په پرمختللو او پرمختيايي هيوادونو کي د سرطان د پيدايښت تناسب بيل دی په بله ژبه په پرمختللي هيوادونو کي د ناروغيو د وقايې او د بدن د عمومي معاينې په ساحه کي لازم او پروخت تدبيرونه نيول کيږي ، نو د سرطانونو د رامنځته کيدو ميزان ټيټ دی . خو په
پرمختيايي هيوادونو کي عمومي معاينه په ټاکلي وخت کي نشي ترسره کيداي ، نو د سرطانونو پيژندنه هم پخپل وخت صورت نه مومي .
د معدې سرطان د څلورو خطرناکو سرطانونو څخه شميرل کيږي چه اوس ددې سرطان د رامنځته کيدو علت څرګند شويدی چه د ايچو پي په نامه مکروب لخوا رامنځته کيږي . نو اوس د معدي د سرطان د وقايې په هکله ګټورې تجربې راغونډې شويدي ،مثلا د معدي په سرطان له اخته کسانو څخه په سلو کي ديرش برخه نامعقول غذايي عادت لري يعني د اوږدې مودې دپاره مالګين ، کباب او خراب شوي خواړه خوري او يا له حده کم الياف لرونکي خواړه خوري . د احصايي لمخې په تيرو وروستيو کلونو کي په اروپا کي د معدې په سرطان اخته کسان په سلو کي پنځوس کم شويدي چه علت يي دا دی چه دوي کم کباب او مالګين شوي خواړه خوري او زياتې ميوې ، سبزې ، شيدې او لبنيات خوري چه په نتيجه کي د وينو د فشار او زړه ناروغان او د معدې په سرطان اخته کسان کم شويدي . بل علت يي دا دی چه په اروپا کي سګريت والا کم شويدي ځکه چه د سګريتو زيات څکل هم د معدي د سرطان د رامنځته کيدو سبب دی په تيره بيا د ډوډۍ خوړلو په وخت کي سګريت څکي .
د هغو معلوماتو لمخې چه د نړۍ د روغتيايي سازمان لخوا تازه وړاندي شوي، اوس په نړۍ کي څوارلس مليونه تنه په بيلا بيلو سرطانونو اخته دي او هر کال نهه مليونه داسي ناروغان رامنځته کيږي . له بده مرغه هر کال اوه مليونه تنه د سرطان ناروغان مړه کيږي او له مړه شويو ناروغانو څخه يو په لسمه برخه د سرطان ناروغان دي چه له دې جملې څخه په سلو کي شپيته کسان د سږي ، معدي ، جګر ، کولمو، تي
، خوله او رحم په سرطان اخته شويدي . په چين کي هر کال يو نيم مليون تنه په سرطانونو اخته کيږي او يو مليونه دوه لکه تنه داسي ناروغان مړه کيږي ، په بله ژبه په چين کي په يوه دقيقه دوه تنه د سرطان له امله له دنيا څخه ځي يعني هره ورځ دوه زره اته سوه تنه داسي ناروغان مړه کيږي يا هر کال د يو مليون تنه نفوس لرونکي ښار تباه کيږي . د امريکي د سرطان د ټولنې لخوا د وړاندي شوي راپور سره سم سږ کال به څوارلس مليونه تنه په سرطانونو اخته شي او په امريکا کي به پنځه لکه اويا زره تنه د سرطان اخته کسان رامځته شي او هره ورځ به يو زرو شپږ سوه تنه مړه شي . ",د سرطان د رامنځته کيدو د علتونو په باب نوي نظريې
2501,,"
٦ د غويی ١٣٨٤
د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی دې چې دوي د غير قانوني نشه يې توکو يو لوي افغان قاچاق وړونکی نيولې دی.
دوي هغه يو داسې کس بولي چې د هرويينويا پوډرو د قاچاق له کبله د نړۍ د لويو قاچاق وړونکو څخه يو دی چې د نيولو لپاره يې ډېري هلې ځلې کيدلي.
فډرالي څارنوالان واي چې د بشر نورزي نيونه به په افغانستان کې د نشه يې توکو د غير قانوني کاروبار لپاره يو لوي ګزار وی.
د کندهار هغه ښاريان کوم چي حاجي بشر له نژدې پېژني وايي چي حاجي بشر د روسانو سره دجهاد په وخت کي په مقاومت کي فعاله ونډه لرله ، او بيا يې د ډاکټر نجيب الله دحکومت تر ړنګېدو ورسته دخپل منځيو جګړو او چورتالان په دوره کي تر ټولو لومړی د کندهار د سنګيسار په ولسوالۍ کي د طالبانو د تحريک د پيل لومړنيو کسانو خپله وسله وسپارله او ملکي ژوند ته راستون شو .
حاجي بشر ٣٨ کاله مخکي د کندهار دښار لويديځ خواته په ميوند ولسوالۍ کي زېږېدلی دی . او د طالبانو د اسلامي غورځنګ د پيل له وخت څخه بيا د طالبانو د امارت تر جوړېدو پوري يې د اسلامي امارت سره مرستي کړي دي .
حاجي بشر د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د يوې اوونۍ لپاره د امريکايي پوځونو له خوا زنداني شو ، تر خوشي کېدو وروسته پاکستان او بيا په ډوبۍ کي مېشت شو .
اوسنيو طالبانو د حاجي بشر نورزي په اړه وويل چي د دوی سره يې هيڅ راز مرستي نه دي کړي او نه هم په دې وروستيو کي د هغه په اړه مالومات لري . هغوی د هغه نيول د يوه مسلمان په توګه وغندل .او پر امريکايانو يې تور ولګاوه چي هر هغه سړی چي تر سترګو يې بد ايسي دطالب او القاعده په تور نيسي او بندي کوي يې .
",حاجي بشر امريکاته د تګ پر وخت نيول شوی دی
2502,کوچۍ,"
ورځ پاڼه ساينس:
د امريکااو برطانيي د څيړونکوله نظره د جنوبي قطب يخونه (ګلشرز) د مځکې د تودوخي له امله په ډېره چټکۍ ويلي کيږي.
دغه څيړنې د يخيو په ٢٤٤ ډېرو لويو ټوټو تر سره شوي چې د هغو په ٨٧ سلنو کې يې په تيرو پنځو لسيزو کې کوچنيوالې تر سترګو کيږي.
د څيړونکوپه وينا دغه يخي په تيرو پنځو کالونو کې هر کال تر پنځو مترو پورې ويلي شوي دي چې د تيرو پنځوسو کالونو پر پرتله يې چټکتيا ډېره زياته وه.
د دغه يخونو د ويلي کيدلو پايلې به د اوبو سطحه نوره هم لوړه کړی او دا د هغه هيوادونو لپاره د زياتې انديښنې خبره ده ، چې د سمندر د سطحې څخه لاندي پراته دي .
",د جنوبې قطب د يخيو ويلي کيدل ګړندي شوي
2503, احمد فواد (لامع),"
چې ډولۍ د يار وړل کيږي خبر راغی
په دردمن زړه مې ګوزار دخنجر راغی
ماخو نه وه ازمويلــــې دغه لاره
څو پرهوښ باندې راتلم داکمـر راغی
چې نصيب مې د تورتم ځنګلو په څېرشو
ماله هله دسپـوږمۍ مخ قـــدر راغی
راتر غوږه مې ګوګل نه د زړه ساز شو
چې راويښ شه اې غافله سحر راغی
ما دميـنې ډيوه بله کړه خپل زړه کې
ناببره پرې د مني ګـــذر راغـی
زما له زړه نه د ياقــوتو دانې څاڅي
پرې چې کله ستـا د ميني اثر راغـی
ما د يار لپاره خدای نه قاصد وغوښت
بد خبـر يې د هـــوا په وزر راغی
واړه ښکلي مې نظرنه شوه معدومـه
چې بصر ته مې د ژوند دا سفر راغی
(لامع) ځکه ډير کړيږي خپل غزل کې
چې په مخه يې د ژوند لوی ټکې راغی
نوی ښار-کابل ",د زړه ساز
2504,,"
٦ غويی ١٣٨٤
دامریکادسوداگرۍ مرستیال وزیر ویلیم لاش وایي په افغانستان کي خصوصي سکتور ته دودي ورکولو لپاره یوشمیرامریکایي شرکتونه په دې هیواد کي پانگوني ته راځي .دښاغلي لاش په وینادوی به دبگرامیو صنعتي پارکونوته وده ورکړي اودافغاني سوداگرویوه پنځوس کسیزه ډله به دروزني لپاره دامریکا متحده ایالاتو ته ور وغواړی . دامهال په افغانستان کي درې دیرش امریکایي او اتلس گډا افغان اوامریکایي شرکتونه په انجنیرۍ بیارغوني لوژستیکي اونورو برخوکي کارکوي .
",په هيواد کي بهرنۍ پانګه اچونه
2505,,"
٧غويی ١٣٨٤
دلوي استاد ارواښا د پلارصاحب دمړيني په مناسبت په سويډن کې ددوستۍفرهنگې ټولني دغم شريکۍ او خواخوږۍ پيغام !
په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان مشهورې او پياوړې سياسې او فرهنگې څيرې جان محممد ((پلار)) له دغي فاني دنیانه د ابد لپاره جامي کت کړې .
انالله وانااليه راجعون
جان محمد پلار دپښتو ژبې دتياتر او ډرام پلار و . جان محمدپلار نه يوازي په لوي قندهار کښې بلکي په ټول هيواد کې دهيواد ديو سپيڅلۍ فرهنگي سیاسي شخصيت په څير پيژندل شوې څيره وه، چي دخپل ژوند په ټوله دوره کښي يې يوازنۍ ارزو او غوښتنه د افغان ولس ښيرازي او په گران هيواد افغانستان کښې ددموکراسۍ او اجتماعي عدالت پلي کول وه .
پلار صاحب هغه ستر شخصيت ؤ چي هميشه يې تلاښ کاوه تر څو نورشاه زلمي هيواد ته د فرهنگي او وطنې چوپړ په روحيه ورزي ، ښه مثال او بيلگه يي دپښتو ژبي دراډيو، تلويزيون ، دتياتر او سينما پيژندل شوي څيره ارواښاد استاد ف فضلي ؤ چي څو ورځي مخکي دا افغانې فرهنگ له جونگړي نه دهغه کوچ زموږ لپاره د بيلتوندردونکې لهظه وه .
پلارصاحب هغه څوک دۍ چي دسپينو او رښتنيو دريځونو له مخي يې دپښتو ژبي او افغاني کلتور دفرهنگي غنااو ريالستيکو ادبياتو پر بنياد دهيواد دټولنيز ژوند دريښتني انعکاس په بر خه کې تر ډيرو زيات زيار ايستلۍ او پدي لار کښي دزياتو زحمتونو او کړاونو په گاللو سره دښه نوم خاوند ؤ .
دتل لپاره دپلار صاحب رخصت اخيستنه په افغاني فرهنگې او ادبې نړۍ کښي تر ډير حده داسي يوه تشه ده چي ډکول به يې موږ ټولو لپاره ډير گران وې .
د پلار صاحب له تخلص نه معلوميده چي پلار په خپله ريښته او وطن پالنه کې پلار ؤ .
پلارصاحب نه يوازي دادبياتو ،تياتر او تمثيل په برخه کې پيژندل شوې څيره وه بلکي په لوي قندهار او ټول هيواد کي ددموکراسۍ او اجتماعي عدالت دراوستلو له لمړنيو علمبردارانو او مينه والوهغه څيره وه چي پدي لارکې يي هر ډول قربانۍ او ستونزي ليدلې دې .
رښتيادا ده چي دپلار صاحب ابدي رخصت اخيستنه به موږ له زياتو فرهنگي اوادبي ستونزو سره مخامخ کړې .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگې ټولنه پداسي حال کې چي دپلار صاحب مړينه دهيواددفرهنگي او سياسي ژوندلپاره لويه او جبيره نه کوونکې دلاسه ورکونه او غميزه بولې ، ځانونه د ستر فرهنگي شخصيت ارواښاد پلار صاحب دمړينې په غم کې شريک گڼې ، دمرحوم دکورنۍ ټولو غړو او مينه والو ته دلوي خداي له دربار نه د صبر غوښتنه کوي .
دلوي استاد پلار صاحب روح دي ښاد وي .
وطن ته دچوپړ هغه شمعه چي د پلار صاحب دژونددلوړو ارزښتونوپه قيمت د هغه د ژوند تر وروستيو شيبو روښانه ساتل شوې وه دتل لپاره روښانه وې .
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگې ټولنې دمشرتابه په استازيتوب
حبيب الله غمخور
",ددوستۍفرهنگې ټولني د خواخوږۍ پيغام
2506,ګل اغا احمدي ( وردګ ),"
ګل اغا احمدي ( وردګ ) ٧ غويی ١٣٨٤
د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د مياشتې كودتا او د هغه خونړۍ پيښې هر افغان ته د خپل هيواد په سياسي ډګر كې يو تياره او بدمرغه تاريخ ور په زړه كوي او نوموړې پيښه د هغو ټولو ناخوالو، وژنو، خونړيو جګړو او د هيواد د ويجاړتيا بنسټ ګڼي چې په تيرو اووه ويشت كلونو كې ورسره مخ شوی دى.د غويي د مياشتې خونړۍ پيښه د هيواد د تاريخ په يوه داسې اساس پړاو كې د پخواني شوروي اتحاد د مستقيمې لاسوهنې په ترڅ كې د ځينو كمونيستو كركترونو او شوروي پلوه ډلو له خوا رامنځته شوه چې د سيمې د هيوادونو په څير افغانستان هم د يوه هر اړخيز پرمختګ په لوري نوي ګامونه ايښي او د يوه نسبتا غوره رژيم او قانون درلودونكى وو. د هيواد زياتره خلك خوښ او له خپل ژوند څخه راضي وو، قانون د ژوند په ټولو اړخونو خپلې مهربانې منګولې لګولې وې او د هيواد په پوهنيزو، ټولنيزو، سياسي، كلتوري، اقتصادي، صنعتي او هر اړخيزو چارو كې د پام وړ پرمختګ روان وو.
خو په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې وخت زموږ د هيواد له خلكو سره ياري و نه كړه او د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د اوومې ورځې كودتا مو دهيوادوالو د بخت كاسه نسكوره او په داسې يوه ستر ناورين او توره غميزه يې ورګډ كړل چې له يو نيم ميليون څخه زياتو هيوادوالو خپل ژوند له لاسه وركړ، په ميليونونو معيوب شول، د هيواد ياد شوي بنسټونه يې په ډير بې رحمانه توګه را روان او زموږ ښكلى هيواد يې د پرديو د تباه كوونكيو نظرياتو، وسلو او لاسوهنو په وسيله د تباهۍ كندې ته سم كړ.
سره له دې چې د غوايي د اوومې كودتا څخه وروسته د افغانستان د مسلمانو خلكو د پراخ پاڅون او لويو قربانيو په ترڅ كې تر ټولو لويه پيښه د پخواني شوروي اتحاد او په هيواد كې د شوروي پلوه رژيمونو يو په بل پسې ړنګيدل ګنلى شو خو د ۱۳۵۷ د غوايي د اوومې كودتا پيښې افغان برميال ولس ته داسې لويې لويې او نه حل كيدونكې لانجې په ميراث پريښودې چې منفي اغيزې به يې تر پيړيو پيړيو پورې هم په دې هيواد كې شايد موجوديت ولري چې موږ په دې ځاى كې د نړيوال پرمختګ له كاروان څخه د هيواد ليرې والي ته اشاره كوو.په دې لړ كې له ټولو څخه په لومړي سر كې د زړه سواندي حكومت او مشر درلودل د نړۍ د هر يوه هيواد په هراړخيز پرمختګ كې لويې لويې اغيزې لري چې د غويي د كودتا څخه وروسته افغانستان د دونيمو لسيزو په ترڅ كې له داسې يوه حكومت څخه محروم پاتې شوى دى چې هراړخيزه بڼه ولري او د هيواد زياتو خلكو ته د منلو وړ وي بلكې په هيواد كې د ګوډاګيو او نامنل شوو رژيمونو موجوديت، له هغوى څخه د خلكو كركه او نارضايتي، سياسي بې ثباتي او داسې نور فكتورونه د دې سبب شول چې هيواد مو د پرمختګ له كاروان څخه محروم پاتې شي.د سيمې او نړۍ هيوادونو په تيرو ديرشو كلونو كې د ژوند په هر اړخ كې زياته وده او پراختيا موندلې ده بلكي په نړۍ كې د اوسنۍ حيرانوونكې مادي او معنوي پراختيا د ودې زرينه موده همدا تير ديرش كلونه ګڼلى شو چې متاسفانه زموږ هيواد او خلك د غوايي د كودتا د كرغيړنو پديدو له امله ورڅخه بې برخې پاتې او هغه مادي او معنوي شتمني او پراختيا يې هم له منځه لاړه چې تر هغه مهال پورې يې لاسته راوړې وه. په تيرو ديرشو كلونو كې د نړۍ زياتره هيوادونو د پوهنې، تكلنوجۍ، عمران، سړكونو، ښاري پرمختيا، د وګړو دژوند د سطحې د ښه والي، ملي اقتصادي پياوړتيا او نورو برخو كې حيرانوونكي پرمختګونه سر ته رسولي دي. په دې اړه كه لرې لاړ نه شو يوازې د خپلو ګاونډيو هيوادونو پرمختګ ته ځير شو نو ښكاري چې نوموړو هيوادونو هم ديرش كاله پخوا د افغانستان په پرتله داسې د پام وړ زيات پرمختګ نه درلود بلكي د سيمې هيوادونه تقريبا په يوه درجه د پرمختګ په لور روان وو.خو په دې تيره موده كې چې هيواد او وګړي مو د غوايي د كودتا د ناولو پديدو، جګړو او ورانيو سره مخ وو، د نړۍ زياتر پرمختلليو او مخ په ودې هيوادونو د علمي، اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا په لوري ګړندي ګامونه كيښودل چې هيوادپالو افغانانو يې يوازې له اوښكو څخه په ډكو سترګو ننداره كوله.په اوسني وخت كې زموږ خلك او سياسي نظام ته ښايي چې د ياد شوي شاته تګ په له منځه وړلو كې نه ستړي كيدونكى كار وكړي چې په دې لړ كې تر ټولو مهم او غوره ګام د يوه دلسوزه سياسي رژيم او ولسمشر درلودل دي. افغانانو ته ښايي چې د تاريخ په دې اساس پړاو كې د ورورګلوۍ او سياسي تفاهم سره يو ځاى يو بل ته لاسونه وركړي، له تير دور څخه په عبرت د يوې هراړخيزې سولې او پرمختګ لپاره له اوسني فرصت څخه په زياته پيمانه ګټه پورته كړي څو د نړۍ د هيوادونو په څير زموږ هيواد هم د پرمختګ په لوري سم شي.د غوايي د كودتا څخه راولاړې شوې ناولې او منفي پديدې ډيرې زياتې دي چې د ټولو شرح او شننه يوه ځانګړي كتاب ته اړتيا لري خو په دې ځاى كې به بده نه وي چې د ځينو نومونه په لنډه توګه ياد كړل شي.د دې ناولې پيښې له امله د افغانستان خلك له يونيم ميلون څخه د زياتو تلفاتو په وركولو سره سره له سياسي بې ثباتۍ، بې نظمۍ، لا قانونيت، د سواد د كچې له ټيټوالي، اوږدې كورنۍ جګړې، په هيواد كې د بې شميره ډول ډول تباه كوونكو وسلو له سيالۍ او استعمال، د ماينونو له بې شميره مرګونو كروندو، هر اړخيزې ورانۍ، د مخدره موادو او كوكنارو د كښت او قاچاق له رواج، په مخدره موادو باندې د خلكو له اعتياد، بې كورۍ، غربت، بيلتون پالو ډلو ته د ورانوونكيو اعمالو او افكارو د پلي كولو فرصت برابريدل، ترهګرۍ، د هيواد په چارو كې د پرديو لاسوهنو ته لاره هوارول، د پرديو له غلامۍ او جرمونو سره د ځينو عناصرو او ډلو عادي كيدل، د خلكو تر منځ د بې شميره بديو او دښمنيو پيښيدل، بهرنيو ملكونو ته له پنځو ميلونو څخه د زياتو هيوادوالو كډه كيدل، په نړۍ كې د افغانستان دخلكو په هكله د ناوړه فكر خپريدل، خپلسري، په هيواد كې د ځنګلونو له منځه تلل، د هيواد د ملي اردو د منځه تللو سره سره د يوه غوره نظام او حكومت نشتوالۍ، د چور، تالان او غلا عام كيدل، د خلكو په منځ كې د ناوړه اخلاقو، درواغو،فريب، چل او تيروستلو ترويج، د ملي او شخصي شتمنيو غصب او په سلګونو داسې ناخوالې د افغانستان د خلكو تر منځ زيږولې دي.",دغوايي اوومه ( د غوايي کودتا د پرمختګ دلاري خنډ )
2507,,"
غويى٧، ١٣٨٤
کابل: د ارزګان ولايت په دهراوت ولسوالۍ کې دسې شنبې په ورځ يو امريکايي سرتېرى د طالبانو په يوه غلچکي بريد کې ووژل سو. په بګرام کې د امريکا له پوځې اډې څخه يوه خبرپاڼه وايي چې دا سرتېرى هغه سخت ټپي سو چې دده د ګزمې پر ډله د دهراوت په شمال کې ناڅاپي بريد وسو او وروسته له هغه چې دى په تيرين کوټ کې د امريکايي پوځ سيمه ييزي اډې ته يوړل سو هلته يې ساه ورکړه.
امريکا په افغانستان کې دمګړۍ ١٨٠٠٠ سرتېري لري چې ډېر يې د هېواد په سهيل او ختيځ کې د طالبانو او د القاعدې د غړو لټه کوي. په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري پر دولتي او بهرني ځواکونو بريدونه په پراخه کچه زيات سوي چې ډېرکارپوهان يې د ايستل سوي رژيم دجنګياليو يو ځل بيا رابرسېره کېدنه بولي چې د خلکو په منځ کې يې اندېښنې رامنځته کړي. ",په ارزګان کې يو امريکايي سرتېرى ووژل سو
2508,,"
٧ غويی ١٣٨٤ کندهار
په لويه پکتياکي دحزب اسلامي اوطالبانوځيني مشرانودولت سره روغه اعلان کړه
په لويه پکتياکي طالبان اودحزب اسلامي قومندانان دولت ته دجوړي روغي لاس غځولى دى .""
افغان دولت دهغي پرېکړې وروسته چي دملي پخلايني تر سيوري لاندي له خپلو مخالفينو سره جوړه روغه اعلان کړي تر دي مهاله ډيرى طالبان دولت سره جوړه روغه ته راغلي دي او له طالبانوسره په څنګ کي ديوې بلي سيالي ډلي حزب اسلامي ګوندقومندانان په دي ورستيوکي هم په دي راضي شوي دي چي دامهال په پښوولاړ دولت تائيد او قانون ته يي غاړه کيږدي
دپکتيا ،پکتيکا او خوست ولايتونونه ١٧ تنه دحزب اسلامي مشهور قومندانان حاجي محمود خان ، حاجي ابراهيم ، او خليفه سليمان زى مشهور په ملنګ جان ورسره نورګڼ دلوي پکتيا له همدي ډلي سره تړليو قومندانانو داپريل پر ٢٧ له دولت سره دخوست په ښار کي يوځاي شول .""
له دي سره داپريل پر ٢٧ دري تنه دطالب رژيم مشهوري څټي مولوي احمدشاه مولوي حميدالله او مولوي نواب دپکتيا په ولايت کي له دولت سره يوځاي شول .""
که څه هم لا ډيرى دحزب اسلامي ګوند پالونکي چي مشري يي انجينرګلبدين حکمتيار کوي او دطالب رژيم چي ٥ کاله وړاندي له واکمني لوېدلي دامهال له دولت سره دخبروکولونه انکار کوي او په يوشمير ولايتونوکي يي دولت پر وړاندي ځنيي خنډونه رامنځ ته کړي دي خو دلوي پکتيا ددي ورستيودملي پخلايني پرمختګ دخوست دوالي ميراج الدين پټان پر وينا دهيواد دامن لپاره يو سترګام دي .""
نوموړي په هغه غونډه کي چي په خوست ک کي يي ددحزب دراغلوقوماندانوسره دجوړي پرمهال جوړه شوي وه وويل ."" راغلي قومندانان ددولت بچيان دي داددوى يو لوي اميتازدي چي په ازدانه توګه کولي شي په خپل کلي او ښارکي دامن سولي تر بيرغ لاندي ژوند وکړي .""
",د دوو مخالفو ډلوڅوقومندانان دولت ته واوښتل
2509,,"
دتاجکستان ولسمشرامام على رحمانوف نن کابل ته تللى و او هلته يې له افغان حکومت سره يوولس تړونونه لاسليک کړې دي چې مهم يې د دواړو هېوادو د وګړو يو بل ته د سفر دشرايطو اسانول، له نشه يي توکو او په سيمه کې له ترهګرۍ سره جګړه او د ګډې همکارۍ په ډګر کې وو. ښاغلى رحمانوف چې د کابينې شپږ غړې يې د کابل په ليدنه کې ورسره مله و له افغان ولسمشر کرزي سره هم وکتل چې وروسته دواړو خبري غونډي ته د همدې تړونونو او دواړو هېوادو د ښو اړيکو په اړه خبرې وکړې.
تاجکستان دافغانستان شمالي گاونډى دى اوتاجکان دې ته ليوال دي چې دافغانانوملاتړترلاسه کړي.
په خبرې غونډه کې دواړو ولسمشرانو له نشه يي توکو سره د رواني جګړې په موضوع ټينګار وکړ او له نړيوالو نه يې په دې اړه د ملاتړ غوښتنه وکړه. دوى ژمنه وکړه چې خپلې ګډې هلې ځلې به چټکوي.
تاجکستان لومړنى هيوادووچې په ٢٠٠١ کال کې ېې دطالبانوترپرزيدووروسته په کابل کې خپل سفارت پرانيست اوافغانستان ته دارزښتناک ملگري په سترگه گوري.
تاجاکان له روسيې نه دپولې دساتلواوکنترول چاره پخپل لاس کې اخلي.ډير سيمه ايزخلک ويره لري چې دابه له پولې نه دنشه يي توکوقاچاق اوسوداگرى لازيات کړي .دامريکې متحده ايالتونه هم دامسله جدي نيسي اوهغوساتونکوته روزنه اووسايل ورکوي چې دااوږده اولرې پرته سيمه ټينگه وساتي. ",تاجک ولسمشر له کابل نه کتنه وکړه
2510,,"
",
2511,,"
٧ غويی ١٣٨٤ کابل
د سې شنبې په ورځ دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف افغانستان ته راورسېدی ، نوموړي په کابل کي له ولسمشرکرزي سره وکتل .دواړوولسمشرانو دمخدروموادو له کرکیلي اوقاچاق سره مبارزه اودترهگرۍ له منځه وړل دخپلودولتونودکاري پلانونوپه سرکی وبلل .ښاغلی رحمانوف له ولسمشرکرزي سره د نشيي موادوله کر اوقاچاق سره دمبارزې ، ترهگرۍ دله منځه وړلو ، برېښنا غځولو، صنعت اوفرهنگ په برخوکی دهمکارۍ لس قرار دادونه لاسلیک کړل .رحمانوف وویل د جون په لومړۍ نېټه به دتاجکستان او افغانستان ترمنځ دپنځوس ملیونوډالروپه ارزښت دیوه نړیوال پله جوړول پیل شي .اوهم به تاجکستان ته دسیاسي پاسپورتونو ویزې دافغانانولپاره خلاصي شي .
",افغان دولت له تاجکستان سره لس تړونونه لاسليک کړل
2512,مولوی منصور,"
دلمانځه فرائض : په لمانځه کی فرائض ۱۴ دی اته دلمانځه نه بهردی چی شرطونه ورته وایی اوشپږ په لمانځه کی دننه دی چی رکنونه بلل کیږی د لمانځه شرطونه :(۱)اودس کول یاتیمم وهل (دعذرپه وخت)(۲)دجامی پاکوالی(۳)دلمانځه دځای پاکوالی(۴)دبدن پاکوالی (۵)دعورة پټول دسړی عورت دنامه نه لاندی ترزنګنوپوری اوښځه ټول عورت دی مګرمخ ،لاسونه ترمړوندونواوپښی تر ګیټوپوری عورت ندی (۶)قبلی ته مخ اړول (۷)نیت کول(۸) وختونه پیژندل د لمانځه ( رکنونه ) : (۱)تکبیرافتتاح (۲)قیام (ولاړه )(۳)قرآت (۴)رکوع (۵)سجده (۶)آخره قعده وروستۍ ناسته یادونه : که دپورته څخه یوهم پاتی شی لمونځ نه صحیح کیږی دلمانځ واجبات : د لمانځه ټول واجب ٧ اووه دي :(۱) دالحمدلله لوستل (۲)لومړۍ قعده(۳)په وروستۍ قعده کی تشهدلوستل (۴)امام لپاره په جهری لمانځه کی په جهر لوستل (۵)دخفیه (په پټه )لوستلوپه ځای کی په پټه لوستل (۶)وتروکی دعاءقنوت لوستل (۷)درکنونوبرابرول که دپورته څخه کوم شی په سهوه پاتی شی سجده سهوه لازمیږی دلمانځه سنت : د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دی (۱)دتکبیرتحریمی سره لاسونه دغوږنوپوری اچتول(۲)نامه لاندی ښی لاس په چپ لاس ایښودل (۳)سبحان ویل (۴)اعوذ بالله ویل (۵)بسم الله ویل(۶)آمین ویل (۷)سمع الله لمن حمده ویل (۸)ربنا لک الحمد ویل (۹)درکوع تسبیحات (۱۰)دسجدی تسبیحات ویل (۱۱)اوله قعده کی تشهد ویل(۱۲)اخرورکعتونوکی الحمد لله ویل (۱۳)دتکبیرافتتاح نه غیرنورتکبیرونه ویل (۱۴)سلام ګرځول دلمانځه مکروهات : په لسوشیانو لمونځ مکروه کیږی (۱)بې عذره پلتۍ وهل (۲)په لاس دآیتونو شمیرل (۳)څنګلی خورول په سجده کی (۴)په سترګو ښی اوچپ طرفته کتل (۵)بی عذره سترګی پټول (۶)دسجد ی ځای نه ګیټۍ لری کول په هغه صورت کی چی تکلیف نه جوړوی(۷)ستومانی ویستل (۸)خوله وازی کول (۹)په جامه لوبی کول (۱۰)دصف نه روسته یوازی ودریدل
دلمانځه ماتونکی : دلمانځه ماتونکی ۱۴دي (۱)بی عذره غاړه تازه کول (۲)پرنجی کونکی ( تريچونکي ) ته یرحمک الله ویل (۳)دخپل امام نه غیربل چاته فتح ورکول (۴)لااله الاالله ویل که مقصدیی چاته جواب ورکول وی (۵)عورت لوڅیدل (۶)دمصیبت دوجی جړاکول (۷)دسلا م جواب په ژبه یاپه لاس ورکول (۸)دفوتی لماځه یادیدل (۹)ډیر عمل کول په لاس وی که په بل څه (۱۰)قصداً خبری کول (۱۱)خوراک یاڅښاک(۱۲)اه او اوه ویل (۱۳)خندل (۱۴)بی هوشی . ",دلمانځه فرائض،واجب ،سنت ،مکروه اوماتونکي
2513,,"
سورة بقره دریم لوست وَمِنَ الْنّاسِ مَنْ یّقُولُ امَنّابِاللهِ وَبِالْیَوْمِ الا خِرِ وَمَاهُمْ بِمُؤْ مِنِیْنَ(۸)یُخدِعُوْنَ الله وَالّذِیْنَ امَنُوْا وَمَایَخْدَعُونَ اِلااَنْفُسَهُمْ وَمَایَشْعُرُوْنَ(۹)فِیْ قُلُوبِهِمْ مَرضٌ فَزَادَهُمُ اللهُ مَرَضًاوَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیمٌ بِمَاکَانُوْایَکْذِبُوْنَ(۱۰)وَاِذَاقِیلَ لَهُمْ لاتُفْسِدُوافِی الاَرْضِ قَالُوْااِنّمَانَحْنُ مُصْلِحُوْنَ(۱۱)الآ اِنّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُوْنَ وَلکِنْ لاّ یَشْعُرُوْنَ(۱۲) ژباړه : اوځنی له خلکوهغه څوک دی چی وایی مونږایمان راوړی په الله اوپه ورځ دقیامت حال داچی دوۍ مؤمنان نه دي (۸)دوۍ ټګی کوي(په خپل ګمان ) دالله تعالی سره اوله هغه کسانوسره چی ایمان یی راوړی حال داچی دوی ټګی نه شی کولای مګر دخپلوځانونوسره ټګی کوی اودوۍ شعور نه لری (۹)په زړونوددوۍ کی مرض( دنفاق اوشک دی )زیات کړالله ددوۍ مرض او(مقرر)دی دوۍ ته عذاب ډیر دردناک په سبب ددرواغو ویلوددوۍ (په اظهار دایمان سره )(۱۰)اوکله چی دی منافقانو ته ته وویل شی په مځکه کی فساد مه کوۍ دوۍ وایی مونږ اصلاح کونکي یو(۱۱) خبر اوسۍ همدۍ فساد کونکي دي مګردوۍ (په خپل فساد)شعور نه لري .(۱۲) لنډ تفسیر : پورته ایاتونو کی الله تعالی دمنافقینو ذکر کوي چی په خوله باندی وایی مونږ ایمان راوړی حالانکه ددوۍ دعوه په دروغو بنااو فریب دی ښکاره خبره ده چی دوی الله تعالی ته دوکه نشی ورکولای مګر نبی کریم صلی الله علیه وسلم اومسلمانانو ته دوکه ورکول یی دالله تعالی سره دوکه وګڼله (قرطبی ) دوی نه نبی کریم صلی الله علیه وسلم اونه مسلمانانو ته دوکه ورکولای شی بلکه ددی فریب عذاب به دنیا اواخرت کی همدوۍ ته ورکول کیږی . لسم ایت کریمه کی وفرمایل چی ددوۍ په زړونوکی مرض دی الله تعالی ددوی مرض زیات کړ .دقرآن په اصطلاح کی هغه کیفیت ته هم مرګ وایی چی دانسانی نفس کمال کی کمښت راولی دانسانی اعمالو څخه یی مخروم اوپه پای کی ورته روحانی مرګ راشی . (معارف القرآن ) پورته ایات کریمه کی یی دمنافقینو په زړه کی موجود کفرمرض سره مشابه کړ چی هم روحانی اوهم جسمانی مرض دی روحانی مرض خو ښکاره دی چی دخپل رب او معبود ناشکری اونا فرمانی کوی بل ددنیاوی اغراضو لپاره په زړه کی دننه خبره نه څرګندول هم لوی روحانی مرض دی .اوجسمانی مرض هم دی ځکه هروخت منافق پدی فکرکی وی چی منافقت یی څرکند نه شي شپه اوورځ په همدی فکرکی اوسیدل ورته زهنی تکلیفونه پیداکړی یولسم یات کریمه کی دمنافقینو هغه مغالطه ذکرکوی چی فساد ته اصلاح اوځان ته مصلح وایی قرآن کریم څرګنده کړه چی یوازی دخولی په خبرو څوک نه مصلح کیږی ځکه غل اولاره شکونکی هم ځان ته مفسد نه وایی خو مدار ی په هغه کار دی چی کوی یی که داصلاح عمل وی کونکی مصلح اوکه عمل یی دفسادوی نوکونکی یی مفسد دی . ضروری یادونه : دفساد اواصلاح نه دمنافقینو مراد داهم وو چی دکفر او اسلام ترمنځ داصلاح (اتحاد ادیان ) خبری کولی دوی غوښتل چی کفار دی هم وی او نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم یو په بل دی غرض نه کوی اونه دی چاته داسلام دمبارک دین بلنه ورکوی . حالانکه اسلام بیل اوکفر بیل دی اسلام الله تبارک وتعالی نړۍ ته دانسان نه دانسان جوړولولپاره رالیږلی دنیاکی به داسلام غلبه وی کفارهم داوسیدو حق لری خو داسلامی نظام ترسیوری لاندی ",سورة بقره دریم لوست
2514,,"
عَنْ اَنْسٍ رَضِیَ الله عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُول الله صَلی الله عَلَیْهِ وَسلم مَامِنْ مُسْلِمٍ یَغْرِسُ غَرْسًااَوْیَزْرَعُ زَرْعًافَیَاْ کُلُ مِنْهُ طَیْرٌاَوْاِنْسَانٌ اَوْ بَهِیْمَةٌ اِلاّ کَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ ﴿متفق علیه﴾ ژباړه :داسی یومسلمان نشته چی یوبوټی نهال کړی یافصل وکری اودهغی څخه مارغان ، انسان او څاروی خوراک وکړی مګر دی مسلمان ته پری اجرملاویږی . شرحه : بعض نیک کارونه داسی چی اجر اوثواب یی ترزیاتی مودی پوری ملاویږی داسی خیرات ته صدقه جاریه وایی مثلاً څوک جمات جوړ کړی یایی په جوړونه کی برخه واخلی ترڅو چی پدی جمات کی لمونځ کیږی ددغه کس په عمل نامه کی اجر لیکل کیږی پورته حدیث شریف کی نبی کریم صلی الله ﷺ بوټی نهال کولواوونه کرلوته هم صدقه جاریه ویلی اګرچی داکار خلک دخپلی فایدی لپاره کوی خوچی نورمخلوق ته ګټه رسیږی الله ﷻ کرونکي ته هم ثواب ورکوی . که د پورته حدیث شریف په مقصد باند ی غور اوفکروکړای شی څرګنده به شی چی هرهغه کارچی خلک تری فایده واخلی اګر چی دی مسلمان دخپلی شخصی ګټی لپاره روان کړی وی الله ﷻ پری دی مسلمان ته ثواب ورکوي خوشرط پکی دادی چی دهغه کاریا هغه شی نه دبل چا په کټه اخستنه خفه نشی . دیادونی وړده چی عامو خلکوته تعلیمی اسباب برابرول ترڅو دجهالت دتیرو نه راووځی هم صدقه جاریه بلل کیږی موجوده زمانه چونکه دکمپیوتر اوانتر نت زمانه ده اوددی لاری استفاده کول خورا سان دي په انترنت کی داسلامی تعلیماتو عام کولوته باید زیاته پاملرنه وشی هغه کسان چی استطاعت ولری بایداسلامی ښوونی خلکوته درسولو لپاره هڅی وکړی یوبه یی ددعوت فریضه دغاړی ساقطه شوی وي اوترهغی به ورته اجراوثواب ملاویږی ترڅوچی تری فایده اخستل کیږی تعلیم اوتعلم داسی سلسله ده چی تر قیامته تری ګټه اخستل کیږی نو دغه کس ته به هم الله ﷻ تر قیامته ثوابونه ورکوي ",وړوکی عمل لوۍ اجر
2515,الحاج مولوي نورالحق,"
انس بن مالک رضی الله تعالی عنه فرمایی نبی کریم ﷺ دماشومانو سره لوبی کولی جبریل علیه السلام ورته راغی په مځکه یی واچاوه بیایی ورته سینه څیري اوزړه یی تری راوویسته دزړه نه یی ورته یوه ټوټه لری کړه اوورته یی وویل دادشیطان حصه وه زړه یی ورته دسروزروپه لوښی کی دزمزم په اوبوپریمنځه اوپه خپل ځا ی یی ورته کیښود وړوماشومانو یی رضاعی مور حلیمی ته خبر راوړه هغه چی ورغله ویې کتل رنګ یی ژیړ شوی وو (بخاری ۱/۹۲)
دامهال دمحبوب عمر څلورکاله وو
دخپلی مورسره :
دشق صدر واقعی نه روسته حلیمی مکه معظمه کی خپلی مور آمنی ته حواله کړ.کله یی چی عمر شپږ وکلونو ته ورسید مورسره یی دپلارقبرته چی په یثرب کی دفن وو لاړه دراستنیدو پروخت یی ابواسره چی دمکی اومدینی منوره ترمنځ واقع ده مور وفات شوه
دنیکه سره :
دمور دوفات څخه روسته یی تربیت نیکه عبدالمطلب په غاړه واخسته عبدالمطلب دکعبی خادم وو ابن هشام لیکی چی دکعبی په سیوری کی به عبدالمطلب لپاره یوخاص فرش اچول شوی وو پدغه فرش به یی دمحمدعربی ﷺ څخه غیر هیڅوک نه پریښوده .
کله چی یی عمر اته کاله دوه میاشتی اولسوورځوته ورسیده نیکه یی هم وفات شو
دکاکاسره :
ابوطالب سره یی دڅلویښتوکلونو څخه زیات تیرکړی پدغه موده کی ابوطالب ته دمحمدرّسول الله ﷺ په سر ډیرتکلیفونه رسیدلی
بحیرا راهب : ددولسوکلونوپه عمرابوطالب سره دشام په سفرروان وودبصری په علاقه کی ورته یوراهب راووت اوټولی قافلی ته یی ملمستیا وکړه دخوراک نه روسته یی دمحمد ﷺ لاس نیولی وو ابوطالب ته یی وویل دادواړو جهانوسردار دی
ابوطالب تری وپوښتل څه پوه شوی؟
بحیرا وویل کله چی تاسو دهغه غونډۍ څخه راښکته شوۍټولی ونی اوډبر ی ورته په سجده پریوتی دایی دنبوت علامه ده همدغه راز دده ددواړو اوږوترمنځ یوه دمڼی به څیر نښه ده چی مونږبه حپلوکتابونوکی لوستی
بیا یی ابوطالب ته وویل وراره دی بیرته مکی ته ولیږه شام کی یهودزیات دی دنښونه به یی وپیژنی اوقتل به یی کړی .
ابوطالب دنوروکوچنیانوسره بیرته مکی معظمی ته راولیږه (سیرة الرسول /عبدالله نجدی ص ۱۶)
تجارت اودحضرت خدیجی سره نکاح :
مکه معظمه کی دمحبوب ﷺ دریښتینولۍ اوامانتدارۍ اوازی خپری وی خدیجه چی دمکی په مالداره ښځوکی شمیر ل کیده هم دمحبوب دامانتدارۍ څخه خبره وه نبی کریم ﷺ ته یی وړاندیز وکړترڅودخدیجی تجارتی اموال په شام کی وپلوری نبی کریم ﷺ وړاندیز قبول کړ دپنځه ویشتو کالو په عمر دخدیجی غلام میسره سره دتجارت په غرض دشام په لور روان شو . کله چی راستانه شول میسره یی دامانتدارۍ اولوړواخلاقو قصی خدیجی ته بیان کړی حضرت خدیجی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته دخپلی یوی ملګری نفیسه بنت منیه په واسطه دنکاح پیغام ولیږه چی نبی کریم ﷺ هم قبول کړ دغه وخت دحضور ﷺ عمر ۲۵کاله اودخدیجی عمر۴۰کاله وو .
دنبی کریم ﷺ ټول اولادونه (ابراهیم نه غیر )دجضرت خدیجی څخه وو
(الرحیق المختوم ص ۶۰) ", ( حضرت محمد ﷺ د زړه عمليات )دشقّ صدر واقعه
2516,,"
امام ابو حنیفه رحمه الله لیکی الله ﷻ یوذات د ی نه دشمیر له نظره بلکه دیووالی دنظره دپورته متن څخه څرګنده شوه چی الله ﷻ یولاشریک ذات د ی نه ورسره په ذات کی شریک شته اونه په صفاتو کی دبورته دعوی داثبات لپاره امام اعظم رحمه الله دسورة اخلاص دایات راوړي لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُوْلَدْ ژباړه : نه له ده نه څوک پیدا دي اونه دی دچا پیدادی وَلَمْ یَکُنْ لَهُ کُفوًااَحَد ژباړه : اونشته ده لره سیال هیڅوک الله سره هیڅوک سیال نشته په خپله خدایی کی یوازی اوخود مختار دی چی څه وغواړی اړکله وغواړی کوی یی که چیر ته په دنیا کی دالله ﷻ څخه علاوه بل خدایی وای ددنیا نظام به کډوډشوی وو . یوخدای به یوکار کول غوښتل اوبل به یی مخالفت کاوه پدی اړه پخپله الله ﷻ په قرآن کریم کی فرمایی لَوْکَانَ فِیهِمَاآلِهَةٌ الاّاللهُ لَفَسَدَتَا ژباړه : که چیرته په مځکه اواسمانونو کی بل معبودوای نونظام به یی فاسدشوی وو ",دالله ﷻ یووالی
2517,پوپل پردېس - کاناډا,"
٧ غويی ١٣٨٤ پوپل پردېس - کاناډا
سوله اوډیموکراسي زمونږ په اوسنۍ نړۍ کي دهیوادونو اووگړو دژوندانه هغه شعار دی چي دټولي نړۍ راډیوگاني، ټلويزيونونه او نوري خبري رسنۍ پرې ډکي دي او د هیوادونو دسیاسي ژوند د بنسټ او پایښت بنسټیزه ډبره ګڼل کیږي . هر هیواد اوهر دین او مذهب ډیموکراسي یعني دخلکو واکمني دخپلو ټولنودټولنیز ژوند دمعیارونو،ځانگړتیاوو اوټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ تعبیراوپلې کوي .
افغانستان دخپل تاریخي هویت اوځانگړتیا پربنسټ ډیموکراسي په څه ناڅه ډول په گوډه او ماته توگه ازمایلی ده . دوخت په تیریدو او په نړۍ اوسیمي کي دحالاتو دچټکو بدلونونو پر اساس افغانستان یوځل بیاددې آزمویني جوگه شویدی چي په هیواد کي ملي ډیموکراسي پلې کړي . نوی اساسي قانون جوړ اوتصویب شو اودادی دعمل په ډگر کي هیواددملي او افغاني ډیموکراسي دپلي کولو په درشل کي دی . پارلماني ټاکني دڅوراتلونکو میاشتو په اوږدو کي دترسره کیدلو په حالت کي دي . پوښتنه دلته ده چي مونږ به په خپل راتلونکي پارلمان کي څه راز وکیلان ولرو؟
آیا د تیرو آزمایښت شویو دورو په شان به وکیلان ولرو؟ په پارلماني استازیو کي به څه راز وکیلان دخپلو موکلینو ازستازیتوب وکړی؟ څه راز او کوم سیاسي گوندونه به په پارلمان کي ځای ولري اوڅوک به داپوزیسیون په توگه په پارلمان کي ودریږي او داسي په سلگونو نوري پوښتني چي هغو ته به یوازي راتلونکي څو میاشتي ځواب ووایي او بس . خو اصلي خبره داده چي څوک او څومره به دغه راتلونکي استازي وکولای شي د اساسي قانون هره یوه ماده او دقانون هره څپرکی د یوه مسول پارلمان په توگه د عمل په ډگر کي په مسولانه ډول د هیواد دملي گټو دتامین او تضمین په خاطر پلي کړي؟ دا هله شونې ښکاري چي دهیواد په راتلونکي پارلمان کي داسي کسان ځای ولري چي له گروپي او ډله ایزوتړواوونوخلاص او دملي مسولیت داحساس په زیور ښکلی وي ترڅوحکومت دې ته وهڅوي چي د هیواد او خلکوملي گټي خوندي کړای شي .
یوه ستره خبره پدې ترڅ کي دهیوادد دوو رسمي ژبو د څرنگتیا خبره ده . داخبره یوازي په افغاتستان کي دیوې لانجې په توگه نه ده . دنړۍ په ډیرو هیوادونو کي دې ته ورته او آن په ډیر بده بڼه آزمایښت شوېده او پایله یې دا شویده چي په دواطلبانه ډول یا په جبري ډول یوې نتیجې ته رسیدلي دي . دا دهر انسان طبیعي حق دی چي په خپلي مورنۍ ژبي خبري وکړي، په خپلي مورنۍ ژبي زده کړي وکړي او په خپل طبیعي ټولنیز ژوند کي که په خپله ټولنه کي ژوند وکړي ټولي اقتصادي او اداري راکړي ورکړي په خپلي مورنۍ ژبي تر سره کړي . دا حق د نړۍ په ټولو بشري حقونو اوکنواسیونو کي د ملگرو ملتونو د سازمان په قانون کی دبشري حق تر نوم لاندي په رسمیت پیژندل شوی او هیڅوک او هیڅ حکومت نشي کولای دا بشري حق له چا څخه واخلي او یا یې په زور په چا ومني . د افسوس خبره داده چي په افغانستان کي دا حقوق دهیواد د ډيرکيو په خاصه توگه له پښتنو څخه اخیستل شویدی . سکتاریزم اوپه قومیت کي افراطیت دواړه فاشیستي څیرې دي . که دا دقومونو په انډول په افغانستان کی د تلي (ترازو) په دوه پلو کي کیږدو هرومره یو بل په هوا کوي .
تاریخ ته که ښه ځیر شو فارسي-دري ژبي دپښتنو شاهانو اوامپراتورانو په وخت کي دومره وده وکړه چي لا تر نن ورځي پوري ددغو پښتنو شاهانودشاهکاریو آثاردسیمي په هیوادونو کي کوم چي دافغانستان دخاوري جز و موجود دي . د هند نیمي وچي ته به ولاړ شو له پاکستانه نیولې بیا تر هندوستانه پوري او په هر گوټ کي به ووینو چي ددوی د لاس آثار او خدماتوپاتي برخي تر نن ورځی پوري مونږسره خبري کوي . پښتنو شاهانودا کار پدې خاطر ندی کړی چی پښتو ژبي کومه نیمگړتیا لرله، دا کار له یوې خوا د یو شمیر سیاسي مصلحتونو له اړخه شویدی پدې لنډه لیکنه کي دهغو دتوضیح کولو ځای نشته او له بلي خواپه پښتني شاهانو کي دا تعصب موجود نه و. هغوی دواړو ژبو ته دبدن د دوو سترگو په توگه کتل او یو دبل ترمینځ یې ټوپیر نه مانه . د تاسف خبره دا ده چي له ١٩١٩ زېږديز کال راپدېخوا پښتو ژبه دپښتنو واکدارانو له پلوه په بشپړه توگه له پامه ولویده او ځای یې فارسي-دري درباري ژبي ته ورکړ. پښتانه د خپل شمیر له پلوه کوم چی د هیواد اکثریت قشر جوړوي دژوند له ډیرو پرمختکونو څخه لیری پاته شول. د ساري په ډول ښوونه او روزنه . ټول پښتانه دې ته اړشول چي په خپلوسیمو کي په فارسي ژبه زدکړي وکړي او په پوهنتونو کي پښتانه محصلین اړ وو چي په دوهمي ژبي زده کړي وکړي . خبره دې ته ورسیده چي د فارسی ژبوتحصيل لرونکو شمیر تر پښتنو وواوښت . پدې کي گناه د چا ده؟ ګڼ شمیر پښتانه دې ته اړ شول چي تر یوه محدود حده پوري لوړي او یا مینځنۍ زده کړي وکړي او بس . پښتانه د خپل اکثریت په انډول په خپل هیواد کي او په خپلو سیمو کي د هیواد دنورو سیمو په پرتله چیرته چي پښتانه په گڼ شمېر نه دی دژوند له ډیرو اسانتياو څخه بې برخي او لیري ساتل شویدي . د ساري په توگه د هیواد شمالي برخي اوجنوبي برخي په پرتله ایز ډول یو د بله ځمکه او آسمان دی .
په اوسني وخت کي افغانستان په یوه ډیر حساس پړاو کي دی . هیواد د سیاسي اواقتصادي بیا جوړوني په درشل کي دی . د تاریخ په دغي حساسي مرحلې کي دا په ټولو افغانانو پوري اړه لري چي څه ډول سیاسي نظام جوړوي، په څه ډول د توکمونو انډول ساتي او په څه ډول دیوې با ثباتي ملي ډیموکراسي لپاره هلي ځلي کوي او په څه ډول حق حقدار ته سپاري . دغو پوښتنو او هیلو ته د هیواد پارلمان ځواب ویلای شي او پارلمان دی چي یوه حکومت ته یا بقا ورکوي یا فنا. دهیواد راتلونکی پارلمان باید دداسي کسانو په وجود کي خپل ځانگړی افغاني جوړښت ولري چي له هر راز گروهي او ډله ایزو منفي سیالیو څخه خلاص وي او یا داسي جوړښت ولري چي ښکېلي ډلي د ملي هویت او ملي بقا لپاره یو د بل تر څنگ دکار کولو وس او حوصله ولري . د هیواد د پارلمان استازی باید په افغاني ملي روحیې سمبال وي تر څو د هر سم او نا سم کار جاج په مسولانه ډول واخیستلای شي . دوی باید هیڅ راز غیر افغاني سازش ته غاړه کږه نه کړي او خپل صلاحیت او مسوولیت په ملي روحیې وپیژني او له هیڅ راز غیر ملي او غیر افغاني عناصرو سره د آشتۍ روحیه و نلري . پارلماني استازیو ته ښایي چي :
١_دسواد څښتن وي خصوصا لوړي زدکړي ولري او موکلیونو ته ښایي چي له خپله مینځه داسي استازی وټاکي څوک چي وکولای شي دهغوی غږ په ډانگ پییلې توگه د حکومت تر غوږ ورسوی . په ملي سیاسي روحیې سمبال وي او له سیاسي سواد برخمن وي .
٢_ لکه څنگه چي پښتو او دري ژبي د هیواد رسمي ژبي دي دپارلمان درې ژبي او پښتانه استازي باید په دواړو رسمي منل شویو ژبو پوره حاکمیت ولري . یوازنۍ استثنا دي دغیر دري ژبو او غیر پښتنو په اړه و منل شي او بس.
٣_پارلماني غړي باید په هیڅ راز بشری ضد جرمونو کي ښکېل نه وي .
٤_ پارلماني غړي باید داسي کسان وي چي د روس پلوه رژیمونو دگوندونو غړي نه وي او هم داسي کسان او گوندونه دي نه وي چي دروسانو د واکمنۍ په وخت کي پر هیواد باندي د تپل شویو رژیمونو دسیاستونو دمصلحتونو پر بنسټ جوړشوی وي او یا هغه څېرې کومي چي دروسانو د تیریو په وخت کي یې په لوړو څوکیو کي کار کړی وي.
٥_ پارلماني غړي باید داسي کسان وي پر کومو چي د هیواد د ورانۍ او ویجاړۍ تور نه وي .
٦_ د پارلمان ویاند اود هغه مرستیالان باید داسي کسان وي چي د هیواد په داړو رسمي ژبو پوره حاکمیت ولري، په سیاسي چارو پوه وي او ټولو سیاسي نزاکتونو ته په شفاف او ملي زړه سوانده توگه ځواب وویلی شي .
٧_په پارلماني بحثونو کي باید په دواړو رسمي ژبو بحث وشي . که پښتون پارلماني غړي له حکومت څخه کومه پوښتنه ولري او یا د کوم کار سپیناوی غواړی لازمه ده چي د حکومت هر مسول غړی چي ځواب ویونکی وي هغه ته په پښتو ځواب ووایي او بر عکس ددري په هکله په همدا شان . له دې کبله په حکومت کي د کابینې غړی په خاصه توگه او په عمومي توگه دحکومت کوم هغه لوړوتبه غړی چي دپارلماني بحثونو ته غوښتل کیږي باید د هیواد په دواړو رسمي ژبو پوره دپوهي او خبرو استعداد ولري . پدې ډول حکومت ته لازمه ده چي په خپلي کابینه کي داسي غړي ولري چي دهیواد په رسمي منل شویو ژبو په فصیح ډول نه په گوډ او مات ډول خبري وکولای شي . پدې ډول کیدای شي چي په هیواد کي د ملی ډیموکراسۍ د بنسټ ډبره کیښودل شي اوټول په گډه سره کار وکولای شي .
دډیموکراسۍ ادعا یوازي په ویناوو نه کیږي او یوازي دکاغذ پرمخ نه باید پاته شي . دیوې ریښتوني ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره نشي کیدلای چي یوازي دډیموکراسۍ ناندرۍ ووهي او یا دډیموکراسۍ اکټ وکړي . عملي ډیموکراسي دعملي گامونو له اوچتولو سره تامینېدالای شي او بس .
په درناوي
پوپل پردیس کاناډا
",د هيواد د راتلونکو پارلماني کانديدانو ته وړانديز
2518,کوچۍ,"
٢ د غويی ١٣٨٤ ", تر ټولو ستره الوتکه
2519,,"
٧ غويی ١٣٨٤ د کندهار د طبي ډاکټرانو ټولنه
طبي ښوونيز کنفرانس
د وري د مياشتي پر اووه ويشتمه نېټۀ دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني په نووښت يوطبي علمي کنفرانس دکندهار دښاري پولي کلينيک دکنفرانس په کوټه کښي ترسره سو . دکنفرانس موضوع دمحرقي تبه چه لويه تبه هم ورته وايي ټاکل سوې وه ، دنوموړي ناروغۍ پيښي په افغانستان کښي زښته زياتي دي ، نو له دي وجي نوموړي ټولني دا پريکړه وکړه چه لومړيتوب عامو ناروغيو ته ورکړي کوم چه په افغانستان کښي ډيري دي په نوموړی کنفراس کښي دکندهار دښار او شاوخوا څخه تر پنځوس زيات ډاکترانو ګډون کړی وو . دکنفراس اجراکوونکی ډاکتر عبدالقيوم پخلا دمحرقي ناروغۍ ټول اړخونه په مفصل ډول ګډون کوونکو ته تشريح کړل او ټول سوال کوونکو ته لازم جوابونه وويل . د کندهار ولايت د طبي ډاکټرانو د ټولني دغه ډول کنفرانسونه به په راتلونکي کي هم په منظمه توګه ترسره کيږي .
",په کندهار کي د لويي تبي ( محرقې ) کنفرانس جوړشو
2520,,"
",
2521, الحاج امين باوري,"
د الحاج امين باوري ليکنه",د پيړۍ ټوکه ( د غوايي اوومه او اتمه )
2522,,"
٨ غويی ١٣٨٤
دبخښني نړېواله سازمان د امريکا نه انتقاد وکړ
دعفوي نړېوال سازمان نن پنجشنبه پر امريکا باندي په دې دليل چې دابو غريب دز ندان د رسوايې د راسپړلو دپاره يې ديوه خپلواکه څېړني په را ميځنته کېدو کې ناتواني ښودلې ده، په کلکه نيوکه کړېده .
دوړلد نيوز انټرنيټي خپروني ددې خبر په اعلانولو سره زياتوي چې د نړيوالي عفوي سازمان په داسي حال کې په دې کار ﻻس پوري کړيدی چې د دې زندان د بنديانو سره د ناوړه سلوک او دبد رفتارۍ د انځورنو د خپرېدو نه يو کال تيرېږي .
دوړلډ نيوز په ليکنه په لندن کې مېشته د بشر د حقونو د سازمان دفتر هم دابوغريب د بنديانو سره جنسي ناوړه چلند او شکنجه غندلې ده .
وړلد نيوز د عفوي د نړيوال سازمان دمشري آيرين خان له قوله ليکي : "" په داسي حال کې چې نړيوالو تراوسه د ابوغريب زړه دردونکي انځورونه دياده ندي وړي، امريکايې چارواکو غير له د څو ټيټ رتبه وو سرتيرو دمحاکمې نه بل اقدام ندی کړی"". هغې دغه پوښتنه را پورته کړيده چې"" په دې اړه د امريکايې جګ پوړو مسئولانو برخه د امريکا ددفاع وزير دونالد رامسفلد په ګډون، څه ده؟
دغه اينتر نيتي خبريزه زياتوي: ددې سره سره چې په دې زندان کې د زندانيانو سره د جنسي او فزيکي ناوړه سلوک د رسوايې نه يو کال تېرېږي خو د اوو تنو نه يوازي پنځه امريکايې ساتونکي ددې ناوړه چلند په هکله تنبيه سوي دي .
ريكاردو سانچز په خپل وخت کې په عراق کې لوي کچه قومندان وو هغه دتيري سې شنبې په ورځ دامريکايې محکمې نه چې دابوغريب په زندان کې د ناوړه چلند په اړه يې پر دې پېښي باندي څېړنه کوله دبېګناهۍ حکم تر لاسه کړ .
دعفوي دنړيوال سازمان د مشري د ګزارش پر اساس چې وايې: زورونه يو منلی عمل ندی او هر هغه دولت چې په داسي کار لاس پوري کوي په لوي لاس پخپله هغه ارزښتونه له مينځه وړي کوم چې ددفاع ادعا يې کوي .هغه وايې کله چې د امريکا غوندي يو دولت په شکنجې لاس پوري کوي نودغه اقدام، نور دولتونه هغه د يوه داسي زرغون څراغ په حيث ګڼي چې پر هغې لاري ګام پورته کې .
",دبخښني نړېواله سازمان د امريکا نه انتقاد وکړ
2523,محمد یوسف هېواددوست,"
دافغانستان د تیاتر د یو منلي استاد جان محمد پلارد مړینې له امله په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) د فرهنګی مرکز د خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د تیاتر او درام یو تن پخوانی ،مجرب ،او منلی استاد جان محمد پلار له دې فاني نړۍ حخه د تل لپاره سترګې تړلی او په حق رسېدلی دی (لوی خدای دې ښه جنوتونه ور په برخه کړي ).
استاد جان محمد پلار خپل دغه هنر ذوق او له ډرام سره کارکول د کندهار په هنر پروره سیمه کې ،هغه وخت چې لا دی تنکی ځلمی وو راپیل کړ او کلونه – کلونه یې په دغه لاره کې نه ستړي کېدونکی هاند ترسره کړ.استاد ( پلار )په کندهار کې د پښتو تیاتر له معاصرو بنسټ ایښودونکو څخه ګڼل کیږي . هغه یو زیات شمېر شاګردان وروزل او د هېواد په ځوان نسل کې یې له تیاتر او ډرام سره مینه وکرله ، ویې روزله او ثمر ته یې ورسوله.د استاد ( پلار ) تر ټولو غوره شاګرد د افغانستان نومیالی او تلپاتې شخصیت ارواښاد استاد ف . فضلی هم دی .له استاد ( پلار ) سره هغه وخت ما وپېژندل چې دی له کندهار څخه کابل راډیو ته راغی ، دا د سردار محمد داودخان د واک وروستی کال و.له دې مخګې ما او شمېر نورو څه دپاسه لس کاله د پښتو ډرام او داستان په اداره کې د استاد فضلی او استاد منان ملګري شاګردي وکړه ،خو د دوي په راتګ سره زموږ روزنیز کار لا پسې پیاوړی شواو د نورو مشرانو تر څنګ په هماغه دفتر کې مو د استاد ( پلار ) نږدې ۱۵ کاله شاګردي وکړه.هغه یو مهربانه ،زړه سوانده او په کار پوه مشر و، له هغه وروسته استاد ( پلار ) د کندهار څخه یو شمېر نور ممثلین او د ډرام لوبغاړي کابل ته راوغوښتل چې تر ټولو سپین ږیری یې ارواښاد عبدالرزاق ( پښتون ) نومیده. د دوي په راتګ سره د افغانستان د راډیو – تلویزیون د ډرام او داستان چارې لا پسې پیاوړې شوې او د خوان نسل روزنه لا پسې ګړندۍ شوه،زما د دې خبرې شاهدان زموږ هغه همکاران دی چې همدا دیرش کاله یې له دغو استادانو څخه په همدغه دفتر کې زده کړه وکړه او نن د نړۍ په بېلا بېلو هېوادو کې د مساپرۍ ژوند تېروي .زما د ژوند ډېره برخه د افغانستان د راډیو – تلویزیون د پښتو ډرام او داستان او هنر او ادبیاتو په اداره کې له همدغو استادانو او همکارانو سره تېره شوه او ډېره خوندوره او نه هېرېدونکې دوره وه ،چې دا دی یو په بل پشې د دغو استادانو د مړینې خبرونه مو زړه راخوړینوي او د زړه په جونګړه مو د غم ټغر هواروي دوي دې الله پاک وبښي او پر موږ ده چې د دوی نیمګړي ارمانونه پوره کړو .پوره باور دی چې درانه څېړونکي او لیکوال به د استاد ( پلار ) آثار راټول او د هغه د ژوندتیاره ګوټونه به لا پسې روښانه کړي.
موږ په دې توګه د استاد ( پلار ) کورنۍ ،دوستانو، شاګردانو ،همکارانو او د افغانستان د تیاتر او سینما لارویانو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو .
په ډېر درنښت
محمد یوسف هېواددوست
27 / 4 / 2005
",دخپلواکۍد فرهنګي مرکزد خواخوږۍ پيغام
2524,استاد قریب الرحمن سعید,"
د غويي نهمه ١٣٨٤ [ددغې شننی لیکونکی استاد قریب الرحمن سعید د افغانستان سیاست پوه او اقتصاد پوه دی چي همدا اوس داوسلو په پوهنتون کي د ټولنیز اقتصاد په عالي انستیتیو ت کي د ټولنیز اقتصاد په ساحه کي لوړي زده کړي کوي ] ددې ليکني لومړی برخه دوهمه برخه دريمه برخه
ستونزي او هیلي
لومړۍ برخه :
د روان عیسوي کال د اپریل د میاشتي پر ۱۲مه نېټۀ د افغانستان ، ترکمنستان او پا کستان د تجارت او صنعت د وزیرانو تر منځ په اسلام اباد کي د ترکمنستان د ګاز د نل لیکي په هکله یوه دوه ورځني غونډه و شوه چي په هغې کي په دې ستو نزو غور و کړي چي څرنګه او په څه ډول دغه نل لیکه د ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري تر پا کستان پوري و غزوي . التبه ددې تر مخه د ۲۰۰۴ عیسوي کال په لمړیو کي ددغه یاد کړل شوو هیوادونو درې واړو ولسمشرانو یعني حامد کرزی ، نظربایوف او مشرف تر مینځ هم په دې هکله په اسلام اباد کې خبري اتري تر سره شوي وې اود هماغي خبرو وروسته دغه د وزیرانو غونډه هم جوړه شوه. دغه غونډه به نژدې شپږ میاشتي وروسته بیا جوړیږي او ددغي نل لیکي د غزولو په هکله به یو ځل بیا جاج اخلي . خو پا کستان په دې هکله لږ څه شکمن ښکاري ، همدا لامل دی چي د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز اعلان وکړ چي غواړی د ترکمنستان د ګازو او نفتو تولیدونکوسیمو ته یو هینت و استوي او ددې هیئت له لاري ځان ډاډمن کړي چی ریښتیا هم ترکمنستان د ګازو دومره زیرمي لري چي پا کستان ترې ګټه پورته کړي .
په دې کي هیڅ شک نه شته چي پا کستان یو نوی را ټو کیدلی صنعتي هیواد دی او غواړي د خپل صنعت د ودي له پاره نه یوا زي په سیمه کي بلکه په نړیواله سیالي کي د خپلو رقیبانو او په ځانګړې تو ګه د هندو ستان په مقابل کي خپله بر لاسي ٍثا بته کړي . همدا راز په پا کستان کي ګاز نه یوازي په صنعتي اړخ کي بلکه د سون د موادو په څیر هم د ډیر اهمیت وړ دی او ددې لوري پا کستان کو لای شي چي خپلو او سیدونکو ته د ګاز د اسانتیاو په برابرولو سره د خپلو طبیعي ځنګلونو د ودي او خوندي سا تلو په برخه کي ګام پورته کړي خو دا چي ددې نل لیکي د غځولو او ددې پلان د پلي کولو تر مخ کو م خنډونه مو جو دي او ایا پاکستان پخپله ددې پرو ژې تر مخ ستر خنډ جوړو ي او که نه ، په لنډه تو ګه ورته اشاره کوم خو اوس ددې نل لیکي د غځولو تر شا چي پخوا کومو عواملو کار کاوه په لنډه تو ګه بیانوم
د نل لیکي د غځولو تر شا عوامل :
ددغه نل لیکي تر شا مختلفو عواملو کار کاوه او تر ټولو ستر عا مل یې داو چي غرب او په ځانګړی تو ګه امریکایان غواړي په ترکمنستان او مرکزي اسیا کي د تیلو او ګازو غني هیوادونو طبیعي زیرمو ته لار پیدا کړي په دې هکله امریکایانو لاد پخوا څخه خپل پلانونه جو ړکړي و ځکه هغوی غو ښتل چي د عر بو د خلیج په تیلو تو لیدونکو هیوا دونو باندي خپله تکیه کمه کړي او د تیلو او ګازو نو رو زیرمو ته چي په ځا نګړی تو ګه په دې وروستیو کلونو کي یې د روسانو د امپرا طورۍ څخه خلاصون مو ندلی لار پیدا کړي . ځکه امریکا په داسي حال کي چي پخپله تیل او ګا ز تولیدوي خو د هغې زیرمي ډیري نا کافي دی اود هغوی د خپل صنعت او و سا یلو د متحرک پا ته کیدو له پاره دغه ډول بهرنیو طبیعي زیرمو ته اړتیا لري . په دې اساس هغو، دغه زیرمي که په زور وي او که بې زوره، غواړي تر خپلی و لکې لاندي راوړي امریکایانو د مرکزي اسیا په زیرمو هغه وخت خپلی سترګي نوري هم کلکي کړي چي د فلسطین او اسرایلو په کشمکش کي ، هغه وخت چي امریکایانو په څرګنده تو ګه د اسرایلو پلوي و کړه او دهغه دخت د سعودی فرمانروا ملک فیصل د نورو عربي تیلو او ګازو تو لیدونکو هیوادنو سره یو ځای په امریکایانو باندي د تیلو خرڅلاو د لنډی مودې له پاره و ځنډاوّه .چي دغه حالت امریکایان او د هغوی اقتصادي او ورځنی ژوند د ډیرو ستو نزو سره مخ کړ. ددې حالت د پای ته د رسیدو وروسته بیا هغه وخت امریکایانو ته ډیر زیان ور ورسید چي عراق په کویټ باندی لښکر کشي و کړه او کویټ یې د خپلي ولکې لاندي راوست او امریکا ته د تیلو لېږد و ځنډید. که څه هم د عراق په دغه برید کي د عراقي د وخت ولسمشر صدام حسین سره په عراق کی د امریکا د سفیري مشورې هم ملګري وې خو امریکا دغه موقع او فرصت غنیمت و ګا ڼه او د کویټ څخه د عراقی لښکرو د راویستلو او هلته د خپلو عسکري ځواکونو د ځای په خای کولو او د کویت په طبیعی زیرمو د پوره و لکې د پید ا کولو فرصت په لاس ورغی خو تر څنګ یې د صدام رژیم کمزوری کړ او د عراق په ګډون یې د هغې په ګانډیو هیوادنو کي په زور خپل عسکري ځوا کونه پلی کړل . ویل کیږي چي په کویټ کي د کویټ د او سیدونکو څخه د امریکایي ځوا کونو شمیره هلته ډیره ده . همدا راز په سعودیي ، بحرین ، ابو ذهبی ، عمان او ...........نورو تیلو تولیدنو هیوادنو کي یې خپل فو ځونه پلي کړل او ددغه هیوادنو په طبیعي زیرمو یې تسلط پیدا کړ او د راتلو نکي احتمالی خطر د بیا را پیښیدو څخه یې ځان خو ندي کړ. خو ددې هر څه سره سره بیا هم امریکا یان او غربیان د مرکزي اسیا د طبیعي زیرمو څخه غا فله نه دي پاته . په دې اساس یې پر یکره و کړه چي د مرکزي اسیا د هیوا دنو طبیعي زیرمي په هر قیمت چي کیدای شی باید تر خپلي و لکې لاندي راوړي .
خو هغه څه چي په هغه وخت کي ددې ستري پرو ژې تر مخ خنډ و هغه د روس امپراطوري وه ، د ۱۹۷۹ زېږديز کال د ډسمبر په ۲۶ مه نېټۀ په افغانستان باندي دروسي سر ولښکرو یر غل او بیا د افغان ولس بې دریغه او بې ساري تاریخي مقاومت روسان د خپل ټول ځوا ک سره د ماتي سره مخ کړل چي دغه ماتي د روسانو امپرا طورۍ ته هم د پا ی ټکی کیښو د او د مرکزي اسیا د اسلامي هیوادنو د استقلال او ازادۍ له پاره لاره همواره شوه . دغه کار یو ځل بیا امریکا یان دې ته و هڅول چي په خپلو پرو ګرامونو یو ځل بیا غور و کړی .
ددې تر څنګ ترکمنستان هم چي نوی نوی د روسانو د زبر ځواکۍ څخه ازاد شوی و د خپل نوي را ټو کیدلي اقتصاد دودي له پاره يې غو ښتل چي خپل ګاز او تېل چي یو وخت د روسانو ملکیت حسا بیده د هغوی د ملکیت څخه را و کاږی او ازاد بازار ته یې د نړيوال مارکیټ په قیمت ورو رسوي . هغوی ته هم دغه لار او د امریکایانو د کمپنیو سره د ګاز او تیلو د ترسیل کار ډیر ارزښتناکه ښکاریده نو په همدې اساس یې هو ډ و کړ چي خپل د ګازو او تیلو نل لیکي د همدغه کمپنیو له لاري نړيوال مارکیټ ته عرضه کړي .
افغانستان هم چي یو له وروسته پاته هیوا دو څخه دی او اقتصاد یې تل د نورو په مالي بسپنی ولاړ وي دغه ستره اقتصادي پرو ژه ورته تر ډیره حده ګټوره ښکاریده او او س هم ورته ښکاري نو په دې اساس یې د هر چا نه زیات ددې پرو ژی په پلي کولو کي دلچسپي ښووله .
د تیلو د کمپنیوترمینځ مسابقه .
د ۱۹۹۲ کال یعني د ډاکتر نجیب الله د رژیم د سقوط وروسته ګران هیوا د د یوه ستري انارشۍ سره مخامخ شو که څه هم هلته په هیوا د کي ددوه میاشتو او څلو رو میاشتو دوره ایز جمهوری ریاستونه جو ړ شوی و خو په واک باندي د مسلط پاته کیدو نارو غتیا او لکه د کمو نستانو په څیر د پر دیو په مټو د کابل په تخت تر او ږدې مو دې پوري پا تي کیدل دغه انارشي نوره هم زیاته کړه ګاونډیو هیوا دنو لکه روس ، ایران او پا کستان هم د خپلو ګټو د په نظر کي نیولو په اساس په جنګ کي را ښکېل ځواکونه په شا ټپول اوامریکایانو انګلیسانو د پټي خولې د پالیسیو په اختیارولو سره ددغه دردمن حال د نور هم اوږودلوو هڅي کولې .
په دغه وخت کي او یا ددې څخه د مخه څو کمپنیو د ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري د تېلو او ګازو د نل لیکي د غزولو د ټیکې د اخستلو په مسا بقه کي برخه د رلوده چي مشهوري کمپني یې د امریکا د یونیکال ، د ارجنټاین برایډاس او د سعودیانو لخوا تمویل شوې کمپنی ډلټا وه . مسا بقه په دې کي وه چي کومه کمپنۍ به و کولای شي دغه د ملیاردو ډالرو پراجیکټ تر ګوتو کړي او ددې ایجاره به تر کلونو کلونو پوري په خپل وا ک کي ولري . هر ي کمپنۍ که له یوه اړخه د ایجارې مسابقه درلوده خو دبله اړخه یې د خپلي دغه مسابقې د ګټلو له پاره افغاني کار پو هانو ته هم اړتیا درلوده . نو په دې اساس یې د افغاني کار پو هانو د را جذبولواو ان تر دې چي ځینو وزارتونو ته په رشوت ورکولو پیل و کړ. په دې هکله ما ته د صدراعظم یو پخوا ني معاون وویل چي د بهرنیو چارو د وزارت له لاري یې یو میلیون ډالر د یو نیکال د کمپنۍ له اړخه بسپنه تر لاسه کړي که څه هم دا څر ګنده نه شو چي د ا بسپنه یې د خپل ځا ن له پاره تر لاسه کړې وه او که د حکومت او یا ولس له پاره وه . ماهّڅه و کړه چي د اوسني ولسمشرحامد کرزی چي په هغه وخت کي د بهرنیو چارو د وزارت د معین په څیر یې کار کاوه او کله کله به مود ښو دوستانوپه څیر د خپل هیوا د په سیاسي او نظا مي وضعه هم بحث کاوه ، په دې هکله و پو ښتم خو دنورو ورځنیو مسایلو د ډیرښت په اسا س مي و نه شوکولای د غه مسله و څیړم . په هر صورت دا یوه ّ مسله وه چي کمپنیو غو ښتل د افغانستان د لاري د ګاز او تیلو د نل لیکي په غزولو کي ډیرو اړوندو او نا اړوندو و ګړو سره لاره پیدا کړي او په دې هکله ډیري پټي او ښکاره موامری او سازشونه روان و. او همدغه موامری او سا زشونه و چي په ګران هیوا د کي دسترو سترو بدلونو او پیښو د را پیدا کیدو لامل و ګرځیدل .
د بدلونو را مینځته کیدل .
امریکایانو غو ښتل د غه نل لیکه په ډیره کمه موده کي و غځیږي . ځکه هغو د عربو د خلیج او تیلو تو لیدونکو هیوا دنو له پاره نوي پرو ګرامو نه در لودل . تر څنګ یې د کویټ په مسله کي د عراق او امریکا تر مینځ دوستي په دښمني تبدیله شوې وه او هغه د تېلو نل لیکه چي دعراق څخه یې تېل د امریکایي کښتیو په لور وروړل هغه د امریکایانو پر مخ تړل شوې وه . د لیبیا تیلو ته هم امریکایانو لاس نه شو ورغځولای نو په دې اساس ددغي نل لیکي د غزولو له پاره باید ټول شرایط برابر شوی وای . او تر څنګ یې دغه ستره پرو ژه هم باید یوازي او یوازي د امریکایي کمپنۍ یونیکال په لاسونو پلي شوي وای او هغه سیمي چي دغه نل لیکه ترې تېریده باید د نل لیکي د امنیت تامین په کي خوندي وای خو متاسفانه چي دغه شرایط په هیڅ صورت برابر نه و . ځکه چي که له یوه ااړخه ګاونډیو هیوا دنو نه غو ښتل په افغانستان کي یو ٍثابت او مستقر نظام جوړ کړل شي او تر څنګ یې روسانو د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خو ندي سا تلو په خاطر د شکل په بدلو ن سره د شمال د سميه ايزو قوماندانانو له لاري خپل ا غېز ثابت و سا ته او د خپلو پخوا نیو پولو د خو ندي سا تلو په خا طر داسلام اواسلامی انقلاب اغېز کم کړ. خو د بل لوري د امریکایانو دلچسپي هم په افغانستان کي د په اصطلا ح د مجاهدینو د نظام سره له منځه تللې وه ځکه چي په افغانستان کي د جها د او اسلام خبري کیدې او دا په هیڅ تر تیب د هغوی له پاره ددلچسپۍ سبب نه ګرځېدې .
ماته د ١٩٩٤ زېږديزکال د اکتوبر په یولسمه په داسي وخت کي چی د افغانستان پیژندني دمرکز څخه مو لیدنه کوله یو امریکایي افغانستان پوه وویلی چي( د امریکا حکومت او س په افغانستان کي ډیره لږه دلچسپي لري ځکه مونږ اوس د عراق په ګډون ډیر نور موضوعات خپل مخي ته لر و چي په هغې کي نړيوالي ستو نزي او اقتصادي ستو نزي هم شاملي دي د افغانستان و ضعیت مغشو ش دی او د مختلفو ډلو تر مینځ جنګونه په دې مغشو شیت کي نور هم ډیر ښت را وړي . او تر هغې چي په افغانستان کیي د ډلو تر مینځ شخړي حل نه شي مو نږ ورسره هیڅ ډول اقتصادي مرستي نه شو کولای . او که چیري امریکا یان کو مک و نکړي نو جا پان ، اروپا ، سعودي ، پا کستان ...هیڅ یو یې هم له تاسي سره کومک نه شي کولای . هغو ی د میږو او ګډو په څېر دي ، که چیري امریکا ګډون نه کوي نو هغوی یو هم ګډون نشي کو لای . . . . خارجي هیوادونه افغانان په دایمي تو ګه نه شي اخستلای بلکي د لنډي مودې له پاره هغوی کرایه کولای شي . . .)
په دې اساس امریکایانو که له یوه اړخه د نل لیکي په غځولو کي پوره دلچسپي درلوده خو له بله اړخه یې د افغانستان په ثبات او امنیت کي او هغه هم داسلام او اجهاد تر نامه لاندي هیڅ ډول مینه نه درلوده . او همدا بحران ددې لامل و ګرځېد چي د څلورو کالو وروسته یعني به ۱۹۹۶ کال کي د طالبانو غورځنګ مټي را و نغښتي او په کابل یې هم قبضه وکړه .
هغه تحلیل او شننه چي ددې غورځنګ په را منځته کېدو کي یې د نورو عواملو تر څنګ کار و کړ هغه داوه چي ، مجاهدینو و نه شوا ی کولای امنیت راولي ، هیواد د انارشیزم په لور روان دی ، د تیلو د نل لیکي د غځیدلو له پاره امنیت خو ندي نه دی او د افغانستان له لاري مرکزی اسیا ته د تجارتي لارو امنیت د بد حال سره مخ دی . خو ددې ټولو څخه پورته عامل دا و چي غربي نړۍ سره په افغانستان کي دهغوی د لاس بل متبادل قیادت نه و مو جود، او د مجاهدینو څخه یې هم تر اخري حده پوري بد را تلل . ما ته هملته په نبرا سکا کي یو امریکایي پوه وویل چي تر څو چي په افغانستان کي په اسلام کي هماغسی بدلون را نشي لکه په سعودي کي چي دی او د جهاد غږ ته د پای ټکی کښینښول شي نومونږ به په افغانستان کي د سولي او امنیت په لور هیڅ ډول ګام پورته نګړو ( البته پدې هکله یې را ته په مستقیمه تو ګه وویل چي که مشران مو پخوانی مخلوع پادشاه د منلي قیادت په څېر و مني نو مونږ حاضر یو هر ډول بسپنه وکړو).
نو امریکایانو او غربیانو د خپلي دغه اندېښنې د را کمولو په خاطر او هلته په افغانستان کي د یوه متبادل قیادت د را پیداکولو له پاره د پا کستان په مدرسو کي د افغاني طالبانو په تربیه او ټریننګ لاس پوري کړ . او بالاخره دغه ډله د پورتنیو اهدافو د تر سره کولو له پاره جوړه شو ددې ډلي په بري او کامیا بیو کي پا کستان ، امریکا او سعو دیانو په ګډه لاس درلود. ا و هدف یې دا وو چي دغه ډله به د پخوانی پادشاه محمد ظاهرشا د بیر ته حاکمیت له پاره ( چي مجاهدینو ورسره کلک مخالفت کاوه) ګټوره ٍثا بته شي . خو طالبانو ډیره ژر خپله پالیسي په خپلو لاسونو کي وا خيسته او خپل ځان ته یې امیر و ټا که او خپل نظام یې جو ړ کړ. دا چي دا نظام څه ډول او څرنګه پر مخ ولاړ زموږ د بحث او څیړني مو ضوع نه ده خو هغه کار چي امریکایا نو غو ښته هغه تر سره نه شو . امریکایانو د طالبانو څخه د نورو مهمو غو ښتنو په شمول دغه غو ښتني هم درلودې چی په افغانستان کي د پخوا ني پا دشاه تر مشرۍ لاندي یو ازاد او سیکولر نظام جو ړ کړي او بل دا چي د یو نیکال د کمپنۍ له پاره د نل لیکي د غځولو په خاطر شرایط برابر کړي . که څه هم د امریکایانو لمړنۍ غو ښتنه پلي نه شوه خو امنیت په ټولو ځایونو کي خو ندي شو او شرایط ددې له پاره برابر شول چي دغه نل لیکه و غځیږي . خو اوس د کمپنیو تر مینځ شخړه وه . طالبانو بالاخره د یونیکال پر ځای ډلټا ، چي د سعو دیانو په ملا تړ یې کار کاوه، و ګمارله تر څو د نل لیکي د غځولو کار تر لاس لاندي و نیسي چي داپرېکړه امریکایانو ته په هیڅ قیمت د منلو وړ نه وه . دا او داسي نور عوامل ددې سبب شول چي طالبان هم د امریکایانو د متروکې لاندي راوړي او بالاخره په سیمه باندي د پوره تسلط د پیداکولو په خاطر پخپله د خپل فوځي یرغل له لار ي مسلط شي .
ددې ليکني دوهمه برخه دلته ولولئ
",د ترکمنستان د ګازاوتیلود نل لیکو غځول ( لومړۍ برخه)
2525,,"
٨ غويی ١٣٨٤
د کندهار ولايت شاعرانو او ليکوالانو دخپل ښار په شمال لويديځ کې د بابا ولي زيارت د سږ کال د انار ګل د شعري غونډې ځای ټاکلی دی .
دوی واېي د بېلا بېلو ولايتونو په لسګونو شاعرانو ته يې بلنه ورکړې چې د انار ګل په سږنۍ مشاعره کې چې د جمعې په ورځ د غويي د مياشتې په نهمه پيليږي، برخه واخلي.
دانار ګل سږ نۍ مشاعره په کندهار کي د هيواد د کلتوري ټولني په هڅو جوړيږي.
",په کندهار کې د انارګل مشاعره
2526,,"
د غويي نهمه ١٣٨٤ لمريز
په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني د خواخوږۍ او تسليت پيغام
په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني هڅه کوله چي په نژدې ورځو کي د ارواښاد استاد فضلي په ياد فرهنګيان راټول کړي ، د هغه د اوږدې مودې د بې ساري خدمتونو درناوی وکړي او له لويه خدايه ورته اجرونه وغواړي .
خو دادی د استاد فضلي د استاد او د پښتو تياتر او ډرام د پلار له مړيني خبر شوو ، د استاد جان محمد پلار له غمجنه مرګه .
انالله وانااليه راجعون
بې ځايه به نه وي که ووايو چي پښتو تياتر او ډرام يتيم شو ، بې پلاره شو ،او له دوو نامتو هنرمندانو بې برخي شو .
موږ په داسي حال کي چي د استاد جان محمد پلار مړينه پښتو خواري سينما ، تياتر او ډرام ته دروند تاوان بولو له لويه خدايه د هيواد دغي درنې هنرمندي څېرې ته د هغه دکلونو کلونو دخدمتونو اجرونه غواړو . لوی خدای (ج ) دي ورته فردوس جنت په برخه کړي .
موږ دهغه کورنۍ ، د افغاني تياتر او سينما ټولو کارکوونکو او فرهنګيانو سره ځانونه په دغه درانه غم کي شريک ګڼو او ټولو ته تسليت غواړو .
",پښتو تياتر بې پلاره شو !
2527,,"
د غويي اتمه ١٣٨٤ لمريز
میر:
د ننگرهار ولایت د خوگیاڼیو په ولسوالۍ کې د ایتلافي ځواکونو او نامعلومو وسلوالو د ډزو له امله دوتنه عام وګړي مړه او دوه نور ټپیان شول. په کابل کي د ایتلافی قواوو د ویاندي سندي مور په قول پیښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چي ایتلافي ځواکونه له گزمې نه د بیرته راستندو په حال کی وو چي د نامعلومو وسلوالو له خوا ورباندي وسلوال برید وشو .
ویاندي وويل :له برید وروسته ا یتلافي ځواکو هم ډزي پیل کرې چي په تر ځ کی یې عامه وگړو ته مرگ ژوبله رامنځ ته شوه . میرمن مور برید کونکي بلواگر وبلل او زیاته یې کړه چي داشان ډلي نه غواړي چي په ا فغانستان کي سوله او ثبات ټینگښت ومومي .د یادوني وړ ده چي تیره ورځ ناوخته د افغانستان په سهېل کي یو امریکایي سرتیری وژل شوی و.
",په ننګرهار کي پر ايتلافي ځواکونو بريد وشو
2528,قاري صاحب هجران,"
ګاونډيه آ شنا!!!زما په کور کي چي دا اور بليږي . زه به تر کومه حو صله کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زما پخې سړکي هم کچه سولې ، تا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړل.زما کورونه شول د خاورو ډېرې ، تا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړل.زما له کور نه هديرې جوړي شوې ، تا د خپل کور مينځ کي باغونه جوړ کړل.زما فرهنګ ، کلتور،معارف ختم شو ، تا ښار په ښار پو هنتونونه جوړکړل.زه ديسپرين ګولۍ ته هم حيران يم، تا کور په کور هسپتالونه جوړ کړل.زما د کونډي ابۍ پوړونی خرڅ شو، تا دي بي بي ته سره هارونه جوړ کړل.زما بندونه فابريکي وراني شوې ، تا کارخاني او ماشينونه جوړ کړل.زما ټانکونه طيارې کباړ شوې، تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ کړل.کور مي شه وران کړه مېړنيه اشنا د وران کندړو ننداره کومهاي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را يوه ګيله کومه.ستا له لازمي همکارۍ تشکر، کور د اباد په پښو درېدلی نه شم.زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور، تر سلو کالو جګېدلی نه شم.عمر به ستا په نوکرۍ کي تير کړم، ستا له قرضو نه تښتېدلی نه شم.کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل، له وروروژني خلاصېدلی نه شم.زما د خولې جلب هم ستا لاس کي دی ، په خپل اختيار اوس غږېدلی نه شم.په ځنکدن کي مي لاس پښې مه تړه ، چي ساه مي وځي خوځيدلی نه شم.مال او متاع مي ښه ښکاره تسليم کړه، لالا زه مرمه روغېدلی نه شم.خو ياد يې لره د هندوکش زمری يم، که يو ځل خلاص شوم تميدلی نه شم.په نوي رنګ کي پخوانيه اشنا د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را يوه ګيله کومه.ته د اخبار سرخی په ما جوړوه، غټ غټ پرې ليکه چي افغان مهاجر.دسخت باران او د ژلۍ له لاسه، په کمپ کي مړه دي سل خواران مهاجر.او بيا د سو تغذيي له وجهي ، مرګ ته نيژدې دي يتيمان مهاجر.دا ستا اخبار په ښه قيمت خر څيږي، ليکه اول مخ کې عنوان مهاجر.ستا ډاکټران به تجربې پرې وکړي ، پښې لاس ترې غوڅ کړه دي زخميان مهاجر.مزدوري ښکته کړه نرخ پورته بيايه، چي ښه مفلس شي دا خواران مهاجر.ښه مي تشخيص کړې مداريه اشنا ، زه ستا دولکي ته ننداره کومهاي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.يو خوا د امن سولي چيغي وهي، بل خوا باروت او امبارونه درومي.ډک په ميزايل او راکټو نو باندي، د داسلندو کتارونه درومي.څه د طالب څه د مطلوب په نامه ،سپينو جامو کي تک تور زړونه درومي.چاته شيعه چاته سني وايي ته ، ورته نقشې او پلانونه درومي.څوک په پښتون څوک په تاجک غولوې،يو خوا بل خوا نه کومکونه درومي.افغانان مري افغان ولس ورانيږي،خاينه ستا خو ډالرونه درومي.ته د خپل سر د غټېدو په غم يي، زما په سرکي شمار سرونه درومي.ستا د مطلب پوره کيدو په غرض، زمادعمر ارمانونه درومي.مال به دي ډېر شي قارونيه اشنا غم ستا ددې زېرمو خرچه کومه.اي په ما ګرانه ګاونديه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زهر د راکړه د حلوا په نامه، لاري لاستوڼي لاندي مار وختې.تا ددوستي او د وفا لاپي کړي، اخر دوښمن او جفاکار وختې.تا ويل چي سر او مال مي دواړه در کړل، خو حسابي کي مي قرضدار و ختې.نه دي ماديات نه معنويات را پريښول،د رنځ طبيب نه شوي دانکمار وختې.خام او پاخه مواد دي وويوړه زما، ته لاموړ نه شولي ښامار و ختې.غوښي مي خلاصي شوي هډوکي مي خورې ،اشتها دي بنده ده بيمار وختې.مړ ترور تا کړم نوم زما بد نام شو،ته مي قاتل د ورور او پلار وختې.هېر به مي نه شي ګلاليه اشنا خپلو لمسو ته نوشته کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زما د کور لمبو ته مه تودېږه، دېوال شريک لاليه اور به واخلې.بيا به يي په چل د مړکيدو پوه نه شي،ته به يو ځاي وژنې خو نور به واخلې.که شول خواره زما داور بڅري، اور ښار په ښار او کور په کور به واخلې.ته که زما په شان زخمي زخمي شوي،ګمان مي نه شي که ټکور به واخلې.دردمن زړګي ته مي زور مه ورکوه، خپله به ودرديږي زور به واخلې.زما په مړو ايرو کي څه لټوي، لال پکي وسوځيده سکور به واخلې.بيا به دي ځاي په يو وطن کي نه شي،لکه غوباري سخوندر تور به واخلي.په کور دننه بهرنيه اشنا، نور پس له دي درنه پرده کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.ته په برات کي د اختر حساب کړي، په ما شپي ورځي محرم تيريږي.ته د ملت سپيڅلي ورځي لمانځه، په ما هر وخت ملي ماتم تيريږي.زه چي لږ ساه واخلم مسکی غوندي شم،جانانه تا باندي ستم تيريږي.د خپلواکي د سباوون په هيله، پر ما تمام عمر تور تم تيريږي.زما لا يو ښخ نه وي بل سلګۍ کړي، مدام د غم د پاسه غم تيريږي.د بهرني دښمن ښکرونه مات شول،اوس ګاونديان مي کور په چم تيريږي.خو ګاونډيه ياره دومره واوره، هاغه چي تير شو نو داهم تيريږي.په خوي ګيدړ په رنګ زمريه آشنا تاته د زوړ ښکاري کيسه کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زه د محمود بت شکن اولاد يم، د سومنات بت نړولی دی ما.وکه تپوس دکيوناري، مکناټن نه، څوک سوځولی څوک وژلی دی ما.وګوره ليک د پرنګي تاريخ کي، ان ترلندنه زغلولی دی ما.چا چي په بد نيت ماته لاس راوړي، لاس ترې نه ولي کي غوڅ کړی دی ما.روس په جهان کي د خدايي دعوه کړه، په ټول جهان کي شرمولي دی ما.دنيا څو ځلي آزمايلی يمه، ميدان څو څو ځلي کتلی دی ما.ګران ګاونډيه حق دي و پيژنه،د ګاونډتوب حق ټول منلی دی ما.هېر به مي نه شي ګلاليه آشنا، خپلو لمسو ته نوشته کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه ",ګاونډيه آ شنا!!!
2529,,"
د غويي ٩مه ١٣٨٤
نن د غويي دمياشتي پر نهمه نېټۀ دافغانستان په پلازمېنه کابل کي وزلوبي وشوې .
درويټر خبري اژانس دکابل څخه خبر ورکوي چي نننۍ وزلوبي د پروان او پنجشير ولايتونو دوزلوبو لوبډلو تر منځ په کابل کي ترسره شوې .
په دې لوبو کي څو تنه اس ځغلوونکي چي اسونوته يې د وزلوبو دپاره ځانګړې روزنه ورکول شوې وي په يوه دايروي لوبغالي کي اسونه په هغه کس پسي ځغلوي دهر يوه لوبغاړي سره چي خوسکی ( ګيلګی ) ورسره وي . د لوبي هر لوبغاړی که خوسکی له ميدانه پورته کړي او د ټاکلي ځای ته يې په رسولو برالی سي هغه د لوبي ګټونکی پېژندل کيږي . په دې لوبه کي هر لوبغاړی هڅه کوي د بل له اس يا لاس څخه خوسکی واخلي او په اس منډي ته جوړ کړي .
خوسکی يا ګيلګی ځيني وختونه په هماغه ورځ او کله بيا دلوبي څخه يوه ورځ مخکي حلاليږي .
وزلوبه دافغانستان ملي لوبه ده او په دې لوبه کي د افغانستان د شمال او شمال لويديځو ولايتونو لوبغاړي د وزلوبو په سياليو کي ګډون کوي .
د يادوني وړ ده چي پرون د غويي دمياشتي اتمه نېټۀ د افغانستان د دولت له خوا د مجاهدينو د بري د ورځي په وياړ د لمانځني په مراسمو ( رسمي ګذشت ) کي هم يو شمېر پر اسونو سپرو دوزلوبي لوبغاړو ګډون کړی و .
",په کابل کي وزلوبي ( بزکشي ) وشوې
2530,,"
د غويي اتمه ١٣٨٤ لمريز
دافغانستان د ملي اردو له خوا په يوه خبر کي ويل شوي دي چي ددوی ځواکونو يو طالب نامتو قومندان وژلی او بل يې ژوندی نيولی دی . پېښه د زابل ولايت د دايي چوپان په ولسوالۍ کي ترسره شوي چي دملي اردو ديوه چارواکي په وينا دوه طالبان زخمي شوي او دا راز طالبانو ادعا کړېده چي يو امريکايي پوځي يې ژوبل کړی دی .
همدا راز د کندهار ولايت د ملي اردو قومندان خبريالانو ته وويل چي تېره شپه يې د ارزګان ولايت د ترينکوټ په ولسوالي کي دعملياتو په نتيجه کي دوه کسه مشهور طالب قومندانان ملا بسم الله وژل شوی او ملا مومن اخند ژوندی نيول شوی دی .
",د زابل او ارزګان په ولايت کي نښتي شوي دي
2531,,"
١٣٨٤دغويي نهمه کندهار
د کندهار ولايت د ارغنداب د شنوباغونو ترڅنګ د بابا ولي په ولسوالۍ کې د هيواد کلتوري ټولنې په نوښت د انار ګل مشاعره نن ترسره شوه چې د دغۀ ولايت او شاوخوا سيمو شاعرانو او ليکوالو پکې برخه لرله .په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د نارنج ګل ، وردګو کې د مڼې ګل او زابل ولايت کې د بادام ګل تر مشاعرو وروسته د انار ګل مشاعره نن د غويي دمياشتي پر نهمه نېټۀ ترسره شوه . د انار ګل په مشاعره کې د کندهار د اصلاعات و کلتور د ريس ښاغلي بابي تر څنګ د ولايت ځينې مخور کسان او وتلي شاعر عبدالباري جهاني هم ونډه لرله .
د مشاعرې په غونډه کي دځينو فرهنګي ټولنو د پيغامونو تر څنګ د هيواد څخه بهر د يو شمېر شاعرانو شعرونه هم ولوستل شوه .
د هيواد کلتوري ټولني مرستيال ښاغلي غلام سخي نوريوال بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي راتلونکې جمعې ورځ به په کندهار کي د رشاد ادبي بهير او مېشتو کلتوري ټولنو په ګډون د ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ يوه غونډه او مشاعره جوړه شي .",په کندهار کي د انارګل مشاعره جوړه شوه
2532,ننګيالی بڅرکی - هالنډ,"
١٣٨٤ د غويي لسمه ",د احمدشاباباد علمي او ادبي ټولني د خواشينۍ پيغام
2533,,"
",
2534,رحمت اريا - کاناډا,"
رحمت اريا - اټاوا کاناډا
١٣٨٤ د غويي لسمه
ددغه مطلب ریښې به له سیاسي پلوه وڅیړو اووبه وینو چي دداسي چینل خپریدل دپښتنو په گټه دی او په ریښتیا دپښتو ژبي دودي لپاره په څپو شویدی او که بله موخه لري.
پدې وروستیو کي د خیبر په نوم ټلويزيوني خپروني په پښتو ژبي په څپو شوي . له بده مرغه دغه ټیلويزيوني چینل دپښتون افغان شاعر خدای بخښلي ملنگ جان شعر (دازمونږ زیبا وطن) چي دټولو افغانانو لپاره یې د ملي حماسې سندري بڼه درلوده او لري یې په بله بڼه اړولې چي له امله یې دګڼ شمیر افغانانو احساسات راپارولي او یوشمیر تبصرې او احتجاجیه لیکونه پرې لیکل شویدي او د خیبر ټيلوزيون له چلونکو څخه یې غوښتنه کړې چي رسمي معافي وغواړي او ژمنه وکړي چي په راتلونکي کي پداسي پارونکو خپرونو لاس پوری نه کړي.
په لومړیو کي ددغه ټلوزيوني خپروني دپښتنو لپاره یو ښه زیری وو چي ګڼي د پښتو ژبي او ثقافت دودی لپاره به جوگه شي ځکه چي د کابل داطلاعاتو او کلتور دوزارت دمور اومیرې سلوک له پښتو ژبي سره د پښتنو هیلي له خاورو سره یوکړي او له خپل هیواد څخه یې دا هیله نه نلرله . نوځکه له پاکستان څخه پښتو ټلوزيوني خپرونو ته یې زړه ښه کړی وو. خو په عین حال کي د افغانستان دولت په خاصه توگه د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه ټلوزيوني خپروني یې په یوې ځانگړي زیرکي وغندلی . یو شمیر احساساتي پښتانه وروڼه ددغي غندني په اړه خپله ناخوښی هم څرگنده کړه . داچي ولي ددغه ټلوزيوني چینل خپروني غندل شویدي ډیري ژوري سیاسي ریښي لري . که څه هم داوسني اطلاعاتو اوکلتور وزارت څخه دا هیله نه کیږی چی خپله یو اړخیزه پالیسي دپښتو په اړه یو ځل له سره وڅیړی خو فکر نه کیږي چي دغه غندنه ددې په خاطر شوي وې چي دپښتو دژبي اوثقافت دودي د مخنیوي لپاره کومه ځانگړې مو خه ولري . اوس به پر دغو سیاسي ریښو یو ډیر ځغلنده نظروکړو او وبه وینو چي دغه سیاسي موخې کومي دي او ولي پداسي حساس وخت کي چي افغانستان د یونوي بهیر په لور روان دی داسي یوه سیاسي ننداره دټیلی ویژني خپرونو تر نوم لاندی دپښتنو په خاطر او دپښتنو تر نامه د پاکستان ددولت له پلوه په سیمه کی سټیج ته راځی؟
پدې اړه لومړنۍ پوښتنه چي را برسیره کیږي داده چي کله چي دافغانستان خلک له سرو لښکرو سره په جگړې کي دخپل هیواداوآن د پاکستان دخاروي ساتنه کوله ولي یې په خپلو رسنیو کي دآزادۍ یا خیبر یا کوم بل نوم تر عنوان لاندي داسي یو ټیلی ویژني چینل په څپو نه کړ چي په هغو کي افغانانو ته دا حق ورکړی وای چي له سرولښکرو سره په خونړۍ جگړه کي دیوې موثرې خپلواکۍ تبلغاتي وسیلې په توگه کارواخلي او دا مجال ورته پیدا شوی وای چي خپلي آزادي بخښونکي کارنامې یې نړیوالو ته ښولی وای . او یا یې په هغه وخت کي دپښتونخوا د سیمي لپاره اودپښتنو اودپښتو دودي لپاره داسي امکانات ورپه برخه نه کړل چي نن دخیبر ټي وي تر عنوان لاندي داسي خپروني په څپو کړي دي؟
دپاکستان له جوړیدو څخه نږدی شپږ لسیزي تیریږي . دا دیوه هیواددسیاسي ژوند او دتاریخ په پرتله دومر لنډ عمر دی چي حساب یې دخپلو گاونډیو هیوادونو دعمر په پرتله په ملي مایکرون هم نشي اندازه کیدلای اودادیوه نوي زیږیدلي ماشوم بڼه لري چي نه په خبرو پوهیږي، نه په لاره تلای شي او نه پرته د خپلي مور او یا میرې له مرستي خوراک اوڅښاک کولای شي . څه رسي دا چي دا عجیب الخلقه ماشوم په نورو د واک چلولو نارسیدلی بیرتونه تاوکړي او یا دولت او حکومت صادر کړي . څرنگه چي دغه خام آزمایښت یې پر ټوټې ټوټې افغانستان او ددغه هیواد پر کړیدلو او ځوریدلو خلکو وکړ.
دپاکستان له جوړیدو څخه راپدیخوا دپښتونستان لانجه د افغانستان او پاکستان ددولتونو (نه خلکو) تر مینځ دیوې دردناکي غوټي په توگه پاته شویده . د پاکستان دولت تل له دې خبری ویریدلی چي د پښتونخوا سیمي ته دپاکستاني پنجاب په پرتله خود مختاري ورکول د پاکستان دولت ته خطرناک تمامیږي . له هند سره په دریو جگړوکي پاکستان دخپلي خاوري یوه لویه برخه اووگړي ( بنگله دیش) له لاسه ورکړ چي دداسي یوه نوی هیواد رامینځ ته کیدل دپنجابي جنرالانو اوسیاستوالو لپاره داسي یوه نه هیریدونکې څپیړه وه چي درد به یې په پیړیوپیړیو له یاده و نه وزي . دافغانستان دولت که غوښتلای چي خپله ادعا شوې خاوره او وگړي په هغه وخت کي له پاکستان څخه تر لاسه کړي نو کله چي پاکستان له هندسره په جگړو بوخت و کولای يې شول چي په یوه کوچني وسله وال خوځښت دا سیمي له پاکستاني منگولو څخه خلاصي کړي . ولي دافغانستان د هغه وخت دولت دپاکستان دولت ته ډاډ ورکړ چي له خپل گاونډی ورور سره به دژوند اومرگ پداسي حساسي مرحلې کي داسي ونکړي چي دهغه گټو ته تاوان ورسوي بلکي په هغه وخت کي افغانستان دگڼ شمیر پاکستانیانو کوربه شو اوروته یې خپله غیږه په سخاوت پرانستله.
دبنگه دیش په له لاسه ورکولو، دپاکستان دولت له دغی ویری څخه په سبق اخستنی دا هڅه وکړه چی دپښتونخواوسیموته دآزادو قبایلو تر غولونکی نوم لاندی یوه داسی آزادی ورکړی چی ګڼي ددولت سیاسی واکمنی به ددوی په سیمو کی په اجباری توگه نه تحمیلیږی اودوی ته یی دغه آزادی پدی شرط ورکړه چی دپاکستان په جغرافیایی حدودو کی به پاته کیږی.
دغی سیاسی بډی پښتونخوا د پاکستانی پنجاب په پرتله دومره له پرمختگ څخه په ځانگړی توگه له اقتصاد او زده کړی څخه لیری پریښود چی ددی سیمی بیوزلی خلک دی ته اړشول چی د خپلی بقا او پایښت په خاطر کله دافغانستان له دولت سره دیو اړخیزی دوستی سر وښوروی او کله هم پنجابی واکدارانو ته دا ډاډ ورکړی چی ګڼي مونږ له تاسو سره یو.
دغی دژوند اړتیادسیمی خلک دی ته وهڅول چی دخپل پایښت اوورځنی ژوند لپاره دقاچاقو هډی جوړی کړی او دناقانونه وسلو دجوړولودکاخانو انبارونه آباد کړی. ددغی سیمی خلک په وسلو سمبال شول حال دا چی دپنجابی پاکستان وگړو ته پوهنتونونه او ښوونځی جوړل شول. دوسلو فرهنگ په دوی وتپل شو او خلک یی دپاکستانی واکدارانو په نظر کی شریر اوسرکښ وبلل شول. له بله پلوه دا سیمی پداسی نامعلومه برخه لیک کی ښکیل شولې چی پاکستانی سیاست جوړونکی وکولای شی په راتلونکی کی له هغوڅخه دافغانستان پر ضد دخیز دتختی په توگی وکاروی. افغانی ضد هډی او ډلی یی وروزلی او هیواد ته دورانکاری لپاره راولیږلی.
دافغانستان او پاکستان تر مینځ دغی غوټی،افغانستان دی ته اړ کړ چی د خپل جغرافیایی موقعیت پر بنسټ چی له سمندری لاری محروم او وچی ته محدود یو هیواد وو دپخوانی شوروی و حکومت ته له اقتصادی پلوه ډیر نږدی شی او آن داروپایی هیوادونو او نورو لویدیځو هیوادونو په سر کی یی امریکا،افغانستان دروسیی د قمر یو غړی وګڼي . دسیټو په تړون کی د پاکستان گډون افغانستان ته یو بل سیاسی گوزار وو چی په سیمی کی دوسلو سیالیو ته لمنه وهله اوافغانستان دی ته اړ شو چی نور هم روس ته ورنږدی شی او په روس پوری وتړل شی. دی کار افغانستان دهغی عنعنوی پالیسۍ کمبله ورټوله کړه په کوم چی افغانستان د یوه بفر ستیټ یا حایل هیواد په توگه غوښتل ددواړو زبر ځواکونو دساسیتونو اومرستو برابر انډول وساتی او افغانستان غوښتل چی داروپایی هیوادونو او نوری لویدیځی نړی له اقتصادی سیالیو څخه اعظمی گټه دهیواد دآبادی لپاره وکاروی. خو دغه پالیسی دډیرو مرسته کونکو هیوادونو په پام کی یوه دوه مخیزه پالیسی وه چی نی شوای کولای یو لوری هم خوښ وساتی نه ختیځ زبر ځواکان او نه لویدیځ. مگر له دې سره سره لکه څرنگه چی وویل شول افغانستان د روسیی په قمر کی پریوت او روسانو دآسانو پورونو دورکړی تر پلمی لاندی دافغانستان په ټول سیاسی او اقتصادی ژوند کی منگلی ښخی کړی او په غیر مستقیمی توگه یی افغانستان دخپلی امپراتوری یو جزٴو ګڼلو. کله چی خدای بخښلی سردار محمد داود دنوی جمهوریت په مینځ ته راوستلو غوښتل دروس له ولکې څخه افغانستان ځان او هیواد خلاص کړی خپل ځان او کورنی یی له لاسه ورکړه او هیواددسره وږی ښامار او دهغه دروزل شویو لیوانو په لاس کی پریوت او هیواد وران ویجاړ شو.
افغانستان تل داهیله لرله چی دروسیی له دغه تړاو (وابستگی) څخه ځان خلاص کړی او لویدیځه نړی یی دی ته هڅوله چی په افغانستان کی پانگه اچونه وکړی او پرمختایی پروژی پلی کړی. په ١٩٦٢ زېږديز کال کی افغانستان او پاکستان دواړو یو تړون لاسلیک کړ چی افغانستان دکراچی دسمندری بندر له لیاری د هند سمندر ته دآزاد ترانزیت لاره وموندله خو دغه تړون ددواړو هیوادنو تر مینځ ونشو کولای چی موجوده خړه پړه سیاسی فضا روښانه کړی او دپښتونخوا لانجی ته د پای ټکی کیږدی.
دلویديځی نړۍ دمرستو د راجلبولو پالیسی که څه هم وتوانیدله چی ځینی پرمختایی پروژې په هیواد کی پلی شی مگر دا پروژې د روسیې دسخاوت او نذرانی په پرتله دومره لږی وی چی نه شو کولای یو له بل سره یی پرتله کړو. لویديځی نړی په ځانگړی توگه دامریکې متحده ایالاتو او بریتانیې دخپلو مرستو او پرمختیایی پروژو غزول و افغانستان ته پدې شرط وځنډول او یا محدود کړل چی د افغانستان دولت د پاکستان له حکومت سره دپښتونستان لانجې ته پای ورکړی. افغانستان هڅه کوله چی دا لانجه دی په سیمی کی په ریفرانډم کیښوول شی او دپښتونخوا خلکو ته اجازه وکړل شی چی آیا له پاکستان سره پاته کیږی یا له افغانستان سره او یا هم جلا دولت غواړی،ولی دپاکستان دولت پر دی خبری ښه پوهیده چی پښتونخوا هرمرو له افغانستان سره یو ځای کیدونکی ده او ددی سیمی پښتانه غواړی چی له خپلو افغانی پښتنو وروڼو سره چی گډ نیکونه اوټبر لری یوځای شی او دډیورند کرښه یی یوه شرمونکی تپل شوی کرښه ګڼله او دپښتونخوا په هری سیمی کښی او په هر دیوار باندی دا کرښه په سره رنگ لیکلی شوی وه چی (دډیورند لاین نه منو) او دا تر اوسه موجودی دی. دپښتونخوا سیمی خلک تر اوسه ځانونه پاکستانیان نه بولی. آیا دپاکستان حکومت ته تر دې بله کومه لویه ویره شته؟ پایله دا شوه چی د پاکستان حکومت نه غواړی او نه یی غوښتل چی دغی سرطانی غوټی ته پدې بڼه دپای ټکی کیږدی او دخپلی ادعا شوی خاوری یوه بله برخه په مفته له لاسه ورکړی. پاکستان ته د سرطان لومړی غوټه دبنگله دیش مسله وه،دوهمه لا علاجه سرطانی غوټه له هند سره دکشمیر لانجه ده اودریمه غوټه دپښتونخوا لانجه ده. له هند سره په سیالی کی دې اړ شو چی داټومی ځواک څښتن شی.
دپاکستان ستره لانجه داده چی دغه هیواد نه یو تاریخی هویت لری او نه پاکستان کی میشت توکمونه یو له بل سره ژوری گډی تاریخی ریښی او اړیکی لری.لکه بیل شوی بنگالیان،کشمیریان،بلوڅان،سندهیان، پنجابیان اوپښتانه. له همدی امله ده چی دپاکستان ددولتونو سره ستره ویره د بیلتون غوښتونکو توکمونو اوپاڅونونوڅخه ده. دوی ډیر ښه پوهیږی چی ددغو پاڅونونو په راپورته کیدلو او د بیلتون غوښتنی د میچنی په یوه څرخ سره به دنړۍ دنقشې پر مخ به دپاکستان په نوم څه پا ته نشی.
پرافغانستان باندی دسرولښکرناځوانمردانه خونړی تیری اودروسانوپه لاس دجوړشويو گوډاگیو گوندونو اوجاسوسانو په وسیلی دغوایی خونړی کودتا، دسیمی اونړی پام په افغانستان کی نویو حالاتو ته راواړو چی له ټولو څخه لومړی دپاکستان دولت ته یی یوه نوی سا ورکړه او دپښتنودبیلتون غوښتنی له خوځښتونو څخه یی زړه ډاډه شو اوټول پام یی دکشمیر سرطانی غوټی ته نیغ کړ چی په پای کی له هندوستان سره په سیالی کی د اټومی ځواک څښتن شو. خو له پښتنو اوآزادو قبایلو سره دپاکستان هماغی عنعنوی لاری دوام وموند. دغوایی کودتا په افغانستان کی پاکستانی سیاستوالو ته نوی دمه ورکړه. دغه غوایی له ځانه سره یوه بلاربه غوا درلوده چی پاکستانی سیاستوالو ته یی په افغانستان کی دجگړی داور دتودساتلو تر پلمې لاندی ښه کوچ،ماسته اوشیدې برابرولې .دوی دغه غوا دومره وشاربله چی په غوا کی نور څه پاته نشول او بیا یی دهغی په غوښی، پوستکی اوهډوکو پسی چړی راواخیستلې . خبره دی ځای ته ورسیدله چی دغه هیواد پر افغانستان دواکدارۍ کولو بریتونه تاوول اوافغانستان یې له ١٩٩٢ زېږديز کال راپدیخوا دخپلی خاوری یوه صوبه ګڼله . افغانستان ته یې دروسانو په شان درژیمونو په صدور پیل کړل. داهغه خونړی ناکامه اشتباه وه چی ددوی تر سترگو او ددوی تر مخ روسانو آزمویلی وه. دهیواد په کورنیو چاروی کی نیغ په نیغه لاسوهنه،درژیمونو لیږدونه اوړنگونه دپاکستان دسیاست یو جزٴوو. ددغه سیاست لومړی برخه داوه چی دافغانستان وسله وال ماشین ټوټی ټوټی کړی ځکه چی روسانو له خپلی ناکامی تیښتی وروسته خپل لاس پوڅی رژیم ته یی ستر وسله وال ماشین پری ایښی وو او پاکستانی جنرالان ښه پوهیدل چی که افغان مجاهد جنگیالی چی له روسانو سره په جگړه کی د ښه روزل شویو کماندویانو په توگه روزل شوی او دکمونیستی رژیم دوسله وال پوځ سرتیری اوافسران سره له یوه لوی وسله وال ماشین په گډه داسی یو ځواک جوړیدای شی چی ددغه آزمایښت شوی نوی ځواک ماتول هم پاکستان او هم دسیمی نورو هیوادونو ته څه آسانه کار ندی او ایران هم له همدی ویری ورته پالیسی ته ملا وتړله او دهیواد دوسله وال پوځ په ټوټی ټوټی کیدلو کی له هیڅ راز بی شرمیو څخه دریغ ونکړ او یواځنی آسانه لاره داوه چی ټول یو له بله سره وجنگوي.
دوهمه پالیسی پر ملی شتمنیو تیری، چور او تالا کول، دعادی وگړوشتمنی ویجاړول او غیر منقولی شتمنی دبمب او باروتو په اور کی تباه کول او پولی انفلاسوین ته وده ورکول وو چی هیواد له هره اړخه په خپل اقتصاد پوری وتړی. دا انفلاسیون تر دی حده اوچت شو چی په هیواد کی دننه وگړی دی ته اړ شول چی خپل هیواد کی دپردی هیواد، پاکستانی کلداری، وچلوی او دا ددوی ژوند یوه برخه شوله. کله چی د یوه هیواد پولی واحد په بل هیواد کی په عملی توگه په چلند راشی نو سپینه اوبر بنډه خبره ده چی هغه هیواد ته نور څه پاته دی اوملی هویت او جغرافیه یی د له مینځه تللو په حال کی ده. تر دی وروسته یی د هیواد تاریخی آثارو پسی راوخیستله او هر څه یی چی له لاسه وشول ویی کړل. آن داچی نصیرالله بابر دپاکستان دکورنیو چارووزیر او دطالب دپروژې یو اصلی لوبغاړی په خپل کور کی دافغانی تاریخی غلا شویو آثارویو موزیم جوړکړ.
کله چی طالب پروژه په هیواد کی پلې شوله بیا نو پاکستان ددې نارې سورې پیل کړې چي مونږ یوه باثباته افغانستان ته اړتیا لرو. هو! وروسته له دومره ورانیو او تباهیو کله چی مو زړه ډاډه شو چی افغانستان کی نور څه پاته نه دي او پاکستانی سوله او ثبات غواړي او پر خپلو ایراني او تاجیکي سیالانو مو لاس بر شو بیا مو دسولی اوثبات ناریې سورې پیل کړې؟ دسعودی عربو او امریکایی دتیلو دکمپینو په ډالرونو مو طالبی پروژه پیل کړه اودسوچه اسلام بیرغ مو په لاس کی ورکړ. دهیواد ملی شتمنی مولوټ او تالا کړلې . دبامیانو بت چی پنځه زره کلن تاریخی عظمت یی درلود دړی وړی کړ. افغان امپراتور سلطان محمود غزنوی چی په هندوستان کی یی د سومنات بت مات کړ، داسلام سپه سالار او حامی وو او دخلکو په باور چی د خدای ولی وو په هغه وخت کی یی د بامیان بت ته یی لاس ور نه وړ او دهغه تاریخی ارزښت ته یی په درنښت وکتل. ولی پاکستانی طالبانو دخپلو پنجابی جنرالانو په لارښونه په افغانستان کی هغه یواځینی تاریخی هستی هم له مینځه یوړه.
له ١٩٩٢ زېږديز کال راپدېخواپاکستان له خپلو سیمه ایزو سیالانو سره په سیالی کی دافغانستان د تجزیې لوبه پیل کړه. دخراسان کبیر، تاجیکیستان کبیر او لوی پښتونستان نقشی جوړی شوې . ایران پاکستان ته بیرتونه تاوول چی لالا زه له تا څخه کم یم. زه هم دمیلونونو افغانانو کوربه یم او حق لرم چی افغانستان زه د(فلات ایران) په نوم یادوم پدی خاوری باندی منگولی ښخی کړم. بیا له تاجیکستان سره گډه ژبه لرم او ځینی افغانان خو لا ایران (خانه فرهنگی مان) بولی . نو ایران خو دا پلرنی ؟؟؟ حق ځانته ورکولو چی له خپلو پاکستانی سیالانو سره زور آزمایی وکړی.او پدي سیاسی سیمه ایزی نندارې کی ایرانی سیالان پر پاکستانیانوسیالانو دخپلو تاجیکو انډیوالانو په مرستی بر لاسی بریښیدل. تاجیکیستان ته خو روسانو ښه درس ورکړی وو او روسان د افغانانو پر ټولنیز جوړښت ډیر ښه پوهیدل او آن دا چی داسی گوندونه او کسان دننه په افغانستان کی لا تر لاوسه شته چی ددغی پالیسی پلی کوونکی دي . پدې ډول دبیلتون غوښتنی دغه درسونه خو روسانو خپلو لاس پوڅو ته په ښه ډول ورکړی وو. پدې ډول دبیلتون غوښتنی له هغه اور څخه چی پاکستانی جنرالان دپښتونخوا له پلوه ورته په ویره کی وو هغه یې په افغانستان کی بل کړ. خو لکه څرنگه چی وویل شول په افغانستان کی مېشت وگړي گډي تاریخي ریښې لری او هیڅ ځواک نشي کولای چي دغه توکمونه یو له بله بیل کړی.
له بله اړخه کله چی دغه سیالان پدې وپوهیدل چی دافغانستان دټوټې ټوټې کیدلو لمبې به ددوی کورونو ته وغزیږی نو لدې ناولي پالیسۍ څخه لاس په سر شول . ځکه چیي له یویې خوا یې نړۍ ملا تړ نه کاوه او له بله اړخه ددغه هیواد په له مینځه تللو به داسی نوی نور دولتونه جوړ شی چی دوی ته به یو لوی درد سر پیدا کړی او مخه به یې بیا هڅوک ونشی نیولای . لکه په ایران کی د کردانو پاڅونونه، په پاکستان کي د پښتونخوا اوکشمیر لانجې او داسی نور.
لویديځی نړۍ ته هم دا گرانه وه چی دغو نویو رامینځ ته کیدونکو هیوادونو سره جلا جلا معامله وکړی او بلي خوا دهغوی سمیه ایزو گټو ته زیان رسوی . په حقیقت کي دغه کار منځنۍ آسیا، عراق، ایران،هند او پاکستان ته اور اچول وو. دا هغه له خطره ډکه خونړی لوبه وه چی دګڼ شمیر افغانانو له وینو تویولو وروسته دسیمي سیالان په سر کي یې پاکستانیان متوجې شول او په خپلي پالیسۍ کي یې له سره بدلونونه راوستل.
دا ټوله بد بختی هله پیل شوله چی کله چی په افغانستان کی روس پلوی گوډاگی رژیم نسکور شو. لویدیځي نړۍ په سر کي یر امریکا په افغانستان کي خپل ماموریت پای ته ورساوه او افغانستان یې له ١٣ کالو جگړووروسته ( ١٩٧٢- ١٩٩٢ ) دسیمي د سیالانو په منگولو کي یوازي په میدان پریښود. بې ځایه نه ده چي دامریکا دبهرنیو چاورو سکرتره (وزیره) میرمن رایس له افغانستان څخه د تیري میاشتي لیدني په وخت په ډانگ پیلې توگه وویل چي مونږ به افغانستان نور یوازي نه پریږدو. داسفر پداسي یوې موقع کي تر سره کیږي چي امریکا خپل ځانگړی افغان ټبری استازی او سفیر زلمی خلیلزاد دافغانستان له ماموریت څخه گوښه کوي او عراق ته یې دورته ماموریت لپاره لیږي . داسي بریښي چي ښاغلی خلیلزاد دپاکستانیانو په پټو کارنامو ښه خبر و او په حقیقت کي په پاکستان باندي یې دا نیوکه لرله چي دالقاعدې په لټون پسي دپاکستاني لوري هڅی هیڅ اویا له دوه مخي سیاسیت سره ملگري دي . پاکستان ډیري هلي ځلي وکړې تر څو امریکایي مشران پدې وهڅوي چي خلیلزاد له افغانستان څخه بیرته وغواړي . ولي امریکایي مشرانو دا خبره نه منله تر څو چي پاکستان دخپل بادار او ولي نعمت انگریز په میځگړیتوب امریکا دې ته وهڅوله چي خلیلزاد له کابله لیري او عراق ته واستوي ځکه انگریزانو ته پاکستان هومره ارزښت لري لکه چي په خپله انگریزان وامریکایانو ته . نو له دې امله د میرمن رایس خبره وروسته د خلیلزاد له لیري کیدلو په مخامخ ډول و پاکستاني جنرالانوته وه چي نور به افغانستان ستاسو لاسوهنو ته یوازي نه پریږدو.
دروسیې دسرې امپراتوری له دړي وړي کیدلو وروسته چي دافغانستان دملت په مټ او دلویدیځي نړۍ په مالي مرستي تر سره شوه پاکستان تل دا ناولې هڅه کړې چي دا لاس ته راغلی تاریخي افتخار په ځان وتړي او په مفته بیه دافغانستان له لاري دمینځنی آسیا دنویو په دولت رسیدلو هیوادونو بازارونو او طبیعی زیرمو ته په آسانۍ لاره پیدا کړي . هند چي د پاکستان سیمه ایز سیال دی هم غواړي چي په هر راز وی پدې لوبه کي تر پاکستان د مخه شي . بې ځایه نده چي د تاجیکستان په سیمه کي هندي پوځیان او مشاورین لومړی د مسعود دډلی ملگرتیا کوله او دامریکایي له ځواکونو له راتگ څخه وروسته دهغوی ککرۍ په بربنډه توگه له تاجیکستان څخه راپورته شولې.
د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپتامبر د یولسمی پیښی په نیویورک کي، افغانستان ته داسي یوه ځانگړتیا ورکړه چي نه یې پاکستاني جنرالانو اوسیاست جوړونکو دا خیال کولو او نه ایراني توري پگړیو ملایانو اوآیت الله گانو، نه تاجیکي او ترکمن گاونډیو دا انگیرنه درلوده چي نړیوال سوله ساتونکي ځواک په سر کي یې امریکا به یوه ورځ افغانستان ته راشي او هلته به دلویدیځي نړۍ او یا هم ورسره جوخت دافغانانو دملي گټو پربنسټ به یو نظام رامینځ ته کړي چي د گاونډیو د ټولولاسوهونو ریښې به له بیخه وباسي او دخوبونو نړۍ به په داسي ډول ونړیږي . دا ددوی په فورمولو کښي نه وه محاسبه شوې . دغی پېښي پاکستاني جنرالان او ایراني آیت الله گان هک پک کړل. له دې امله دې ته اړ شول چي یو ځل بیا دخپلو میزونو تر شا کښیني او نوي رامینځ ته شوي بهیر ته په ځواب کي نوي پلانونه جوړ کړي او له هغو سره ځانونه عیار کړي.
افغانستان ته دامریکایي پوځونو په راتگ سره یوځل بیا دپاکستاني جنرالانو غوا بلاربه شوه او بیا دمفته کوچو،شیدو او مستو په خیال یی خپلی سترگي دافغانستان په لوري په بله بڼه نیغي کړې او هغه دا و چي په څه راز له امریکایانو سره په معامله کي له هغوی څخه د القاعدې د ټکولو تر بهانې لاندي نوي ډالر تر لاسه کړي . لومړی یې له امریکایانو څخه ښه ډالر تر لاسه کړل تر څو دالقاعدی وړې او خورې ورې ډلي گرفتاري کړي . له بلې خوا یې خپلو سرکشو ملایانو ته د یوه سیاسي رشوت ورکولو په بدله کي د صوبه سرحد دواکدارۍ ځواک په بربنډه ورځ په لاس کی ورکړه ترڅو دهغوی خوله پدې ډول پټه وساتي کوم چی دا ملایان په خپله دالقاعدې اصلي بازیگران وو او دطالبانو په وخت کي د همدغو ملایانو په لاس یې پاکستاني اسلامي شریعت پلي کړ او دپاکستان له پلوه دوی د طالبانودملا تیر ګڼل کیدل چي دپاکستان دولت خپلي مالي اووسله والي مرستي په پټه له دغه چینل څخه افغانستان ته لیږلې . داسي دومخیزه لوبه چي هیڅ چا یې تصور هم نشو کولای.
دالقاعدې دپاته شونو دعملیاتو تر نامه لاندي دپښتونخوا په سیمي کي پاکستان ډیري ستري سیاسي گټي واخیستې. دا په اصطلاح د القاعدې ضد عملیات ورته الفایده شول . پاکستان هیڅکله پدې نه وو توانیدلي چي د پښتونخوا په سیمو کي دخپل عنعنوي سیاست پر بنسټ پراخ پوځي عملیات وکړي . په پښتونخوا کي دپراخو پوځي عملیاتو ننداره هغه هم دامریکا په مالي مرسته چي پاکستاني جنرالانو ته پرته له کومه مصرفه تمامیږي پاکستان ته دا توان ورکړ چي د پښتونخوا دسیمو مشرانو ته خپله سره سترگه ورښکاره کړي او بله اړخه پاکستاني دولتي حاکمیت ټینگ کړي چي دپاکستان له رامینځ کیدلو وروسته د پاکستان دولت پدې نه و توانیدلای چي پدغو سیمو کی پداسي عملیاتو لاس پوري کړي.
کله چی دپښتونخوا په سیمي کي دپاکستان ددولت منگولي ښخي شولې نو اوس وار ددې دی چي دپښتنو دغولولو لپاره د یوه سیاسي رشوت په ورکولو هغوی خوشحاله کړي او هغه د خیبر د ټیلی ویِژن خپریدل وو. دپاکستان پدې لوبه د پښتونخوا اصلي پښتانه بچي په سر کي یې د هغی پښتنی سیمی روڼ انده قشر او لیکوالان نه غولیږي او پرې ښه پوهیږي نو ځکه دخیبر ټیلی ویِژن خپرونکو ته نه خپلي مقالې او نه شعرونه ورکوي . هغوی ښه پوهیږي چي دهغوی حقه حقوقو ته پاکستان په سپکه کتلي .هغوی ځانونه په اصل کي پاکستانیان نه بولي بلکي هغوی ځانونه پښتانه بولي او دا شعار یې تل له پښتني خولې وتلی چي( لر اوبر یو پښتون یو افغان یو آواز). نو خیبر ټیلی ویژن دپاکستان ددولتي حاکمیت دپلي کونکي اویوې پاکستاني (نه پښتني) جمعې رسنۍ په توگه د پاکستاني روحیې د تقویې په خاطر دې ته اړ دی چي د(ښکلی پاکستان) کلمه دخدای بخښلی ملنگ جان دشعر په وروستي بند ور زیاته کړي.
د خیبر د ټیلی ویژن خپروني پدې خاطر هم شویدي چي پاکستان له ایرانیي رقیب سره په رقابت کي خپلي پایڅې بډ وهي او دا دوه مخیزه سیاست په سیمه کي پر مخ یوسي . ځکه یو شمیر پلورل شوي افغانان لکه څرنگه چي د مخه وویل شول ځانونه له فرهنگي پلوه ایرانیان بولي (ایران خانه فرهنگی من است- لطیف پدرام د جمهوری ریاست کاندید )
ددغو لوبو په ترڅ کي دغو ښاغلو لوبغاړو او دهغوی لاس پوڅو ته باید یو ځل بیا دتاریخ پاڼي راواړول شي او دتاریخ درس دي له سره ووایي اوافغانستان دي د خپلو سیاسي لوبو ډگر نه جوړوي . ددې خاوري پښتون، ازبک، تاجیک،هزاره،بلوڅ،نورستانی، ایماق، ترکمن ،پشه یې ،عرب او هندو ټول سره یو دي او اوبه هیڅکله څوک په ډانگ نشي بیلولای . نن که هر څه وي سبا ددې خاوري زامن بیرته هماغه ورونه دي او دافغانانو دتورو هیبت دلته په دې میړنۍ خاروه کي ډیر په گونډو کړیدي.
",ولي خيبر ټي وي جوړ او په خپرونو يې پيل وکړ؟
2535,عبدالهادي ريشا - کراچي,"
١٣٨٤ د غويي لسمه
مخترعینو دانسانانو دپاره، د دوی د ژوند د آسانتیاو پخاطر ډېر شیان د علم له برکته اختراع کړي دي، مثلاً: تلګراف، ټیلیفون او نور . . . بیا یې په دریاب کي دا دونه ابېجه بلا (اوګوټ) بې پښو- بې لاسو را رهي کړې ده ، بلا یې کړې ده، آفرین!
طیاره چي یې الوزولې ده ، لويه آهني پرنده هم لويه - عجبه اختراع ده (اېري والله) وداسي کمال ته .
موټر چي یې پر مځکه وځغلاوه ډېر اعلی ، شاباسی ورته وایم ، خو دخرو لا نه یو خلاص سوي .
راډیو د انسانانو لوی ضرورت پوره کړئ دئ ، په حالاتو چټک سره خبریږي . په تلویزیون کي چي ټوله نړۍ لیدل کیږي دا هم ( آ ئـينهء جهان نماء) ده - لوی ایجاد دئ او د حیرت نو آور دئ ، صد آفرین!
کمپیوټر خو (هو- ها) مې ( مه يې ) کوه خبري ، چي و بشر ته د غټ بري او خدمت نمونه ده - ډیري غوټي په خلاصیږي - د حیرت ګوته مو په غاښ ورته نیولې ده . هغه چا، چي ګرځنده ټيليفون ( موبائل )را ایستلئ دئ ، (دمور شیدې) خدای (ج) خبر چي بله مور به داسي زوی زېږوي . برق ، طبي - زراعتي آلات او خدمات خو مه ښوروه . دا ټول اختراعات ، د مخترعینو له خوا څخه انسانانو ته عظیمي عطیې ( پېرزويني ) دي ، مګر بدبختانه مختر عینو د دې ګټورو اختراعاتو په څنګ کي خورا نابوده ، تاواني او تخریبي ایجادونه هم کړي دي ؛ تباه کنه اسلحې یې جوړي کړي دي . د قتل عام د پاره یې ِِاټم - بم د سرګلولې سره دینګ درولی دئ ؛ دا قسم اختراعات بیا د تحسین وړ نه ، د نفرین او تلعین وړ دي . ما و داسي ایجادګرانو ته خورا درد راځي ، چي د انسانانو د قتل د پاره تباه کن اسباب جوړوي او استعمالوي .
زه دا ډول احمقانه اختراعات سخت غندم . شرم دئ ، چي د اټم نوم په نورو ښو اختراعاتو کي یاد سي ، که یاد سي نو زه د عوامو دغه اصطلاح یادوم ، چي (ټوله مو ، ټر!!) .
",مخترعين او اختراعات - عبدالهادي ريشا - کراچي
2536,,"
١٣٨٤ د غويي لسمه ميرويس جليل کابل
نن د غويي دمياشتي پر لسمه نېټۀ په سيمه ايز وخت سهار پر اته بجې د هرات په ولايت اوسيدونکو تر پرونۍ ناکراريو وروسته په لاريون لاس پوري کړ ، تازه رارسيدلي خبرونه وايي چي د لاريون په وخت کښي د پوليسو سره نښته وشوه ، او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده .
د بېنوا ويبپاڼي خبريال جليل له کابله ليکي چي لاریون کونکي چه شمیر یې د ٥٠٠ په شاوخواکي وو د شنبې دسهار په ٨ بجو یې د لاریون لار د جگړې په ډگر غوره وباله او د هرات د اوسني والي ملي پوځ او ملي پولیسو په ضد یې شعارونه ورکول .
دا لاریون چه تر غرمې دمخه په سوله ییزه توگه روان و د چارواکو په وینا له هغه وروسته په لاره واچول شو چه تیره ورځ د هرات د معارف په کمپ کي د پولیسو او ملي پوځ له خوا د اوسیدونکو سره جگړه پیل شوه چي په ترځ کي یې د دو ښځو په گډون شپږ تنه هرات ښاريان ووژل شول .
د یادوني وړ ده چي تر دې مهاله ( کابل ماپښين دوې بجې) د جگړې اصلي عامل په گوته شوی ندی خو ویل شوي چي نریوالو ایتلافی ځواکونو د لاریون کونکو مخي ته راوتلي او د ډزو غږونه هم تر غوږو کیږي .
",نن دهرات اوسيدونکو په لاريون لاس پوري کړ
2537,,"
١٣٨٤ دغويي لسمه -هرات
د رويټر خبري اژانس دخبر له مخي دهرات په پرونۍ پېښو کي چي د مجاهدينو د بري د ١٣مي کليزي په جشن يوه ورځ وروسته د پوهني د ورځي د نمانځني په جشن کي رامنځته شوي وې د يوې ښځي په ګډون دوه تنه وژل شوي دي ، او يو شمېر نور ټپيان دي . د هرات روغتون يوه ډاکټر خبريالانو ته وويل چي تېره شپه درې څلور تنه زخميان دوی ته رسيدلي دي .
نن سهار پر اته بجې د هرات يو شمېر اوسيدونکو چي ويل کيږي شمېر يې تر ٥٠٠ تنو زيات و په لاريون لاس پوري کړ ، په سيمه ايز وخت د غرمې وروسته د لاريون کوونکو او ملي پوليسو تر منځ په ډزو کي د وروستيو خبرونو له مخي شپږ تنه وژل شوي او يو شمېر نور زخميان دي .
د ملي اردو يوه تن سرتيري عبدالمنان وويل چي د لاريون کوونکو له خوا پر دوی ډزي شوي دي ، کله چي دوی دځان څخه د دفاع په وخت کي ډزي وکړې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده ، سيمي ته تر پېښي وروسته نړيوال سوله ساتي ځواکونه رسيدلي دي ، هغوی دا هڅه کوي چي حالات تر کنترول لاندي راولي .
لومړنيو خبرونو ښکاره کړېده چي نن د غويي پرلسمه نېتۀ به د کورنيو چارو او دفاع وزارت يو بيړنی پلاوی هرات ته ورسيږي .
",په هرات کي پرون دوه او نن شپږ تنه ووژل شوه
2538,,"
١٣٨٤ دغويي لسمه کندهار
په سهيل لوديدځ ولايت کندهار کښي د کوکنارو څخه د ترياکو لاسته راوړه پيل شوي دي. په سيمه ايزه اصطلاح د کوکنارو ددانې څخه د ترياکو د راويستلو چم ته نېښ وهل وايي : دکوکنار بوټی تر هغه وروسته چي څو اوونۍ يې پر ګل تېري شي ترياک ( افيم ) ورکولو ته تيار شي .کندهار او شاوخوا نږدې سيمي چي دنورو په پرتله تودې دي د ترياکو نېښ وهل يې هم تر نورو سيمو مخته پېليږي ، د کندهار څخه د بېنوا ويبپاڼي خبريال خبر راکوي چي په دې سيمه کي د پرون راهيسي نېښ وهل پيل شوی دی ، دا کار په داسي مهال کيږي چي مرکزي دولت د نشه يي توکو او کوکنارو سره د جهاد اعلان کړی دی ، خو د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د تيري اوونۍ نښتي چي د کوکنارو د له منځه وړلو پر سر راپيدا شوې وي ، نورو ته دا جرئت ورکړ چي د خپلو کوکنارو څخه د افيم په را ټولولو لاس پوري کړي .
د ولسمشر سلاکار وزير اود کندهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي وويل چي نه غواړي د خلکو سره زور زياتی وکړي . هغه وويل چي غواړي په داسي چارو کښي هره پرېکړه د ولس سره د پوهاوي له لارې په سوله ايزه فضا کښي وکړی .
",په کندهار کي د ترياکو نېښ وهل پيل شول
2539,,"
هرات د غويي لسمه
د هرات په اړه وروستيو خبرونو څرګنده کړېده چي پېښه لومړی د يوه پوليس او د اردو د يوه سرتيري تر منځ رامنځته شوه ، ډزي وشوې او په پايله کي يې يوه مېرمنه ووژل شوه او دهغې ماشوم زخمي او بيا روغتون ته وليږدول شو .
جګړې تاو واخيست او دوه ساعته ماشينګڼي او لاسي بمونه يو پر بل وکارول شول .
ددې پېښي وروسته نن د هرات ښار ښاريانو په لاريون لاس پوري کړ ، چي ترلږ وخت وروسته د ګډوډۍ سره مخ شو ، لاريون کوونکو د هرات ولايت محاصره کړ ، او ځيني نوري لاري يې وتړلې .
د پېښي په اړه افغان ولسمشر حامد کرزي ژ وره خواشيني څرګنده کړه ، او سملاسي يې د کابل څخه نن ماپښين هرات ته يو پلاوې واستا وه . له بلې خوا د هرات د پوليسو او امنيت مشر بابا جان وويل چي ځواکونو يې اوس د هرات ښار امنيت تامين کړی دی ، لاريون پای ته رسيدلی دی .
د يوه بل خبر له مخي د هرات ولايت يوه چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې ياد شي وويل چي د لاريون کوونکوڅخه نږدې دوه سوه تنه د پوليسو او ملي اردو د ځواکونو له خوا نيول شوي او زندان ته اچول شوي دي ، دې کار د هرات ښارد اوسيدونکو غصه نوره هم راپارولې ده .
ددفاع وزارت چارواکو په ټوله پېښه کي د دوو تنو د وژل کېدو او اوو کسانو د زخمي کېدو خبره تائېد کړې ده ، خو عيني شاهدان د وژل شويو کسانو شمېره تر لسو زيات ښيي .د دفاع وزارت يوه چارواکي دازادۍ راډيو خبريال ته وويل چي د دوو پوځي سرتېرو تر منځ شخړه او په هغې کي د وسلې کارول څه نوې خبره نه ده او دا کار په نورو هيوادونو کي هم کله کله رامنځته کيږي .
",د هرات نښته د ملي پوځ او پوليسو تر منځ رامنځته شوه
2540,,"
وردګ جريده چې له وردګو څخه دوردګوزلميانو دفرهنګي ټولنې مياشتينۍ خپرېدونکې خپرونه ده اوومه ګڼه يې د١٥٠٠ګڼو په تيراژ سره دحميد ناصري وردګ په مديريت څه موده مخکي له چاپه را ووتلې ٠
تاسي اوس کولای شئ د بېنوا د رسنيو په ځينځير کي نوموړې جريده ( اوومه ګڼه ) اونلان مطالعه کړئ
او يا هم په لاندي پته ورتلای شئ :
http://benawa.com/rasanay/wardag
",دوردګ جريدې اوومه
2541,عبدالاحد پيغام _ كابل,"
عبدالاحد پيغام _كابل د۱۳۸۴كال دغويي لسمه
خوشحال بابا دپښتوژبي دشعر داسمان هغه روڼ اوځلاند ستوري دي ،چي د يوه سترعالم اومفكرپه توګه يي دخپل لوړتخيل اوغښتلي قلم په زوردژوند دبيلابيلو اړخونوانځورونه په داسي استادانه مهارت اوپياوړتيا دشعرپه خوږه ژبه كښلي چي دتل لپاره به دپښتوژبي دشعرپررنګينه دښته باندي دستروشهكارونواونايابه ملغلروپه توګه پاتي شي .
موسيقي ديوه ښكلي اوزړه پارونكي هنر په توګه دانساني ژوندانه هغه سپيڅلي اوځليدونكي برخه ده چي هرژوندي موجوديي په اوريدوسره دځانګړي كيفيت احساس كوي ،په تيره بيا هغه موسيقي چي دموسيقي دهنراوفن په علمي اصولواولوړو اساساتو باندي ولاړه وي .
خوشحال بابا چي كله غوښتي دموسيقي دهنراو فن په هكله وږغيږي نوډيرپه مينه اواستادانه مهارت ږغيدلي ،داسي ږغيدلي لكه څنګه چي (ني )ږغيږي ،داسي ږغيدلي لكه سارنګ اودلرباچي ږغيږي ،لكه چي وايي :
مطرب راته له ورايه په تارونوليندۍ ايښي
په بم په زير جاروزي موږ يي محوه په نوا، يو
په دي شعركي دتارونو،ليندۍ ،زير اوبم لفظونه دموسيقي هغه رمزونه او ځانګړتياوي دي چي بايد يوموسيقي دان ورباندي پوه شي اويا هغه كسان چي ددي آلي ږغونكي وي .
په دي بيت كي دخوشحال بابا اشاره دموسيقي هغي آ لي ته ده چي سارنګي ورته وايي چي اوس هم شته ،سارنګ ،سارنګي ،دلربااوويلون دموسيقي هغه تارلرونكي الات دي چي دلينديواويا كمانچوپه وسيله ږغول كيږي .
سارنګ ،سارنګي اودلربادشرقي موسيقي ډيري په زړه پوري ږغونكي الي دي ،ويلون شرقي آله نه ده خواوس په شرقي موسيقي كي دهغه استعمال دومره عام شوي دي چي اصلآ څوك فكرنه كوي چي دادي دغربي موسيقي آله وي ،سارنګي ډيره پخواني آله ده چي دهنددموسيقي نه پښتو موسيقي ته نقل شوي ده اوپه پښتوموسيقي كي يي رواج موندلي دي ،داسي ښكاري چي دخوشال باباپه دوره كي هم دسارنګي ږغول رواج درلودچي خوشال بابا پخپلوغزلونواوشعرونوكي تري يادونه كړيده .
همدارازخوشحال بابا په خپل يوه بل پسرلني شعركي داسي وايي :
ګل ومل سازوسرود،ساقي سري سترګي
لابه ډيرعالم رسواكا چي داچارشته
په پورته بيت كي خوشحال بابا دسرود يادونه كړي ،سرودهم دسازمانالري اوهم دموسيقي ديوه آلي نوم دي چي له ستار نه وړوكي ،اورباب ته ورته دي چي په ږغ كي يي په زړه پوري احساس پارونكي آهنګ پروت دي ،په شرقي موسيقي كي سرود خپل ځانګړي ځاي اوخاص اوريدونكي لري ،په هندوستان كي ددي الي ډير پياوړي اووتلي استادان شته ،د سرود په اهنګ كي دستار اورباب څخه جلا يوبل ډول زړه پارونكي ،مست اوجادوګرږغ پروت دي ،چي ترډيره حده دنوي كال اوپسرلي دطراوت ، مستي ،جوش ،سركښي ،رندي ، ډير ښه تصوير انځورولي شي ځكه خوخوشحال بابا دخپل پسرلني شعر زمزمي دسرودله فيض اوبركت نه بي برخي نه دي پري ايښي
داسي ښكاري چي موسيقي د بابا په روح اواحساس كي ډيرژوراوناپايه ځاي درلود،بابا چي كله غوښتي كومه مسته اوله شوره ډك غزل وليكي نوپه هغه غزل كي يي موسيقي ته خپل ځانګړي ځاي ټاكلي اوپه ډير لوړ اواستادانه مهارت يي دموسيقي يادونه كړي
ده ،له دي نه څرګنديږي چي باباډيرزيات دموسيقي په هنر اوفن پوه شخصيت و، لكه چي پخپله يوه ډيره مشهوره اورندانه غزل كي وايي :
مي شته ،چنګ وني شته دخپل يارسره خوشحاله
خپل بياض په لاس كه ځه ګلزارلره كنه
چنګ اوني هم دموسيقي دوه ږغونكي الي دي چي له ډيري زماني نه راپديخوا يي دموسيقي په كوراوكهول كي خپل ځاي اومقام ساتلي دي اوله دي نه ښكاري چي خوشحال باباله دغودواړوسره نه يوازي داچي اشنايي لري بلكه ددي دواړوالودږغ سره مينه لري ځكه خويي پخپل شعركي ورته دشاعر له نوم سره يوځاي په وروستيو بيتونو
كي ځاي وركړي اوپه ډيره مينه يي دهغوي يادونه كړي ده .
خوشال بابا پخپل اثردستارنامه كي ددستارسړي په هكله وايي :
چي دستارتړي هزاردي
ددستارسړي په شماردي
بابا ددستارسړي هغه بولي چي دشلوهنرونواوشلوخصلتونوڅښتن وي ،په دغوشلوهنرونوكي يوهنرهم دموسيقي هنربولي چي ددستارسړي بايد دموسيقي په هنرپوه وي ،داهغه باارزښته هنر دي چي زموږ ستراوبافرهنګه بابايي دقوم ،قبيلي ، اوولسي مشرلپاره لازم ګڼي ،باباته دموسيقي دهنرجوهر اوقوت ډيرڅرګنددي ځكه خويي ديوه مشر لپاره لازم اوضروري ګڼي چي بايد ورباندي پوه وي .
دبابادڅواړخيزعلمي ،فرهنګي ،ادبي ،سياسي ،ټولنيز،اوهنري شخصيت په هكله چي څومره تحقيق اوڅيړني وشي كمي دي ،خو روښانه خبره داده چي بابانه يواځي خپله دموسيقي له هنرسره مينه لرله بلكه ده داهنردانساني ژونديوه نه بيليدونكي برخه ګڼلي ده ،اوحتئ دقوم اوقبيلي دمشرتابه لپاره يي دموسيقي په هنرپوهيدل يولازمي اوضروري شرط ګڼلي دي .
خوپه ډيره خواشيني سره بايدووايوچي پښتانه ،موسيقي اودموسيقي هنرمندته په درنه سترګه نه ګوري ،متاسفانه پښتانه هنرمنداوسندرغاړي ته ډم وايي اوډم بيا دټولني هغه حقيراوټيټ شخص ګڼي چي حتي سړي بايد ورسره په ورين تندي سلام هم ونه كړي په داسي حال كي چي يوعالم دموسيقي په هكله وايي : هغه كسان چي په موسيقي پوهيږي داسي وګڼي چي دژوندپه ټولورمزونواورازونوپوهيږي .
دشرق اكثروستروشاعرانوموسيقي اوريدل ،ديره اوحجره به يي تل دسندرغاړونه ډكه وه اوهروخت به يي دخپلوشعرونوداصلاح ،اوپه شعركي دموسيقيت په هكله دهغوي څخه مشوري غوښتي ،ځكه خوپه كلاسيك شعركي دنوروشعري صنعتونوترڅنګ دموسيقي برخه ډيره غښتلي اوپياوړي ښكاري اوهمدادموسيقي بركت دي چي كلاسيكوشعرونوته يي دومره ستره غنا وربخښلي ده، هغه شعرچي موسيقيت ونه لري هغه شعرداوريدلونه دي اونه يي څوك اوري ،دهنداوپاكستان اوسني شاعران ټول دموسيقي سره يونه شليدونكي تړاولري ،زموږداوسني پښتو شعريوه لويه ستونزه داده چي زموږ شاعرله موسيقي سره اشنايي نه لري ځكه خويي په شعرونو كي هغه لازمه موزيكاله مستي ،شور،دبدبه ،صلابت اوهڅونه نشته ( دايولوي اواوږدبحث دي كه فرصت پيداشوپه دي هكله به بياپه راتلونكي كي وږغيږو )
په اخيركي خپل دغه بحث دبابا په لاندنيوبيتونوپاي ته رسوم :
راشه اي مطربه دنوروزسرود آغازكړه
ښي نغمي زړه سوزي په رباب په ني وچنګ كړي
زه خوشرابي يم شيخه څه راسره جنګ كړي
برخي ازلي دي كاشكي مادځان په رنګ كړي
",دخوشحال شعردزير وبم په نغموكي
2542,,"
",
2543,الحاج مولوی نورالحق,"
الحاج مولوي عبدالحق منصور
لومړۍ برخه :
په اسلام کي دښځوحقوق
دپیړیوراهیسی دحق اوباطل مقابله روانه ده داسلام دښمنانوداسلامی عقایدو،قوانینواواصولوپرخلاف دعامو اذهانوخرابولواوورته دشکونوپیداکولولپاره بی انتهاافوهات اودرواغ په کار اچولی .په تیروڅولسیزوکی داسلام په حقانیت دخاوری اچولواودخپلوشومواهدافوترلاسه کولوپه خاطر داسلام دښمنانودبشردحقوقواویادښځودحقوقوموضوع ډیره په زوراوشورسره راپورته کړی دنړۍتقریباً ټول مطبوعات یی ددی هدف لپاره ګومارلی دمسلمانانودسستۍ اوغفلت په وجه چونکه دنړۍ په ټوله میډیا(مطبوعاتو)داستکباری قوتونوقبضه ده نوڅنګه چی وغواړی اسلام خلکوته معرفی کوی بل لورته ددین سره مینه لرونکومسلمانانوسره که جوابی وسایل شته هم دنشت برابردي .
روسانواوکمونست پلوه سازمانونوهم دښځی دحقوقواوآزادۍ نعری وهلی بلکه دکمونستی انقلاب دپیل موضوع همداوه همدغه راز غربی نړۍ اوغرب پلوه موسساتوهم ددیموکراسۍ ارعنوان لاندی دی موضوع ته هواورکړي ځانونه دښځودحقوقوپلوي اوآزادی ورکونکی بولی .دښځوپه هکله اسلامی قوانین پټوی ترڅوداسلام مبارک دین په بی کفایتۍ اوۍلم تورن کړی که په کوم ځای کی دسیمه یزودودونودلاسه ښځوسره نارواسلوک کیږی دوۍ نسبت اسلام ته کوي اوپدی کی هیځ شک نشته چی دښځوپه اړه دبعضی سیمودودونه اسلام سره په ټکرکی دی .
مخکی لدی چی په اسلام کی دښځی حقوق اومرتبه داسلام له نظره وڅیړواویاپدی اړه دکفاروپه افراط اوتفریط بحث وکړوغوره به داوی چی پدی هکله مونږپه افغانی ټولنه کی څومره نیمګړتیاوی لرواوورسره داسلامی اصولومطابق چلندنه کووورباندی اعتراف وکړواوددنورونواقصو(نیمګړتیاو)په څیر یی اول اصلاح اوسمون ته زیرشو.
په افغانی ټولنه کی دښځی حقوق
زمونږولس یومسلمان ولس دی داسلام په لارکی بی ساری سرښندنی ورکړي اسلامی ارزښتونوته احترام لری خودښځوپه هکله یی رسمونه ښکاره داسلام خلاف اودبی انصافۍ نه ډک دي .
(۱)دروزنی اوتربیت په موضوع کی چی څومره هلک ته توجوکیږی په هغه اندازه دښځی اینده په نظرکی نه نیول کیږی
(۲)دکوژدی اوواده په موقع چونکه دښځی دراتلونکی ژوندسرنوشت ټاکل کیږی دنجلۍ رایی ته اړتیاده خوکوم ارزښت نه ورکول کیږی اودنجلۍ نه پوښتنه کورنۍ ځان لپاره عاربولی
مهرشرعاًاوعقلاً دنجلۍ حق دی خونه ورکول کیږی پلار بلکه دنجلۍ نه دخپل مهرغوښتوجرأت هم اخستل شوی .
(۴)دافغانستان په بعضی سیموکی ښځه دڅارویوپه څیرپلورل کیږی دنورواړخونوپه نظرکی نیولوپرخلاف هغه څوک دنجلۍ حقدارګڼل کیږی چی پلارته یی زیاتی پیسی ورکوی .ډیروځایونوکی نجونی دولور دناروادوددوجی ارډیره عمره دپلارپه کورناسته وی همدغه رازدنارینه ځوانانودژوندزیاته برخه دولورګټلوکی تیره شی کله خودواده نه روسته هم دقرضونودروندپیټی لري کولوپه خاطرناوی اودحوشحالۍ څولحضوپریښودلوته اړوي خوله بده مرغه دنجلۍ پلارخپل جیب ډکول ځان لپاره افتخاربولی .
(۵)دعدل په موضوع کی ځمونږخلک دزیاتی بی پروایی څخه کار اخلی کوم کسان چی دوه یا زیات ودونه ولری دټولوښځوترمنځ دنوبت،خوراک اوپوښاک کی ورته والی په نظرکی نه نیسي اوداورته معمولی خبره ښکاری حالانکه داسلامی تعلیماتو په رڼاکی دایوه مهمه مسئله ده .دزړه دممیلان څخه پرته نورټول حقووق باید دښځوترمنځ برابر وی .
(۶)دافغانستان په اکثروسیموکی خصوصاًدپښتنوپه سیموکی ښځه بدوکی ورکول کیږی که پلار یاورورقتل وکړی دجرګی اوصلحی نتیجه کی دمقتول وارثانوته دمال یانورواجناسوپرځای ښځه ورکول کیږی ترڅوبدی پای ته ورسوی دپلاریاوروردبدمعاشۍ تلافی په نجلۍ باندی کوی نجلۍ دښمن ته حواله کړي دغه نجلۍ ته بیاټول عمر پدی کورکی ددښمنی په سترکه کتل کیږی دغه نجلۍ دهرقسم لورینی څخه بی برخی اودهررازتکلیفونووړبلل کیږی.
(۷)دوراثت حق نه ورکول کیږی داسلامی قوانینوله مخی چی څنګه نارینه حق لری ښځه یی هم په وراثت کی لر ی صرف دومره فرق دی چی نارینه ته دپلارپه مال کی دوه اوښځینه ته یوه برخه ورکول کیږی اوداځکه چی دښځی ټولی اړتیاوی لکه خوراک جامه اوداسی نور دڅښتن په غاړه وی .
لنډ ه داچی ځمونږپه وطنونوکی ښځه دمیراث دحق څخه محروبه بلل کیږی دسختی اړتیا په صورت کی هم ښځه حپل دمیراث حق نشی غوښتلای
(۸)دنوروشیانو به څیر ښځه په میراث وړل کیږی کله چی یی څښتن مړشی دعدت (څلورمیاشتی اولسوورځو)تیرولونه روسته شرعاًکه وغواړی ښځه حق لری ځان ته په خپله خوښه میړه انتخاب کړی لیکن په افغانی ټولنه کی یی دخاوندورثه ځان ته کینوی چاته چی نکاح باندی ورکول کیږی هغه وړوکی وي که زوړ(سپین ږیری )کونډه دنکاح اراده لری اوکه نه رایی ته یی اعتبارنه ورکول کیږی ځکه په میراث ورته پاتی شوی ده که فرضاًښځه چاسره نکاح وکړی دڅښتن کورنۍ ته دسزاوړمجرمه او نوی څښتن یی هم مجرم اودښمن بلل کیږی .
یادونه : په افغانی ټولنه کی دښځوپه اړه پورته ذکرشوی نیمګړتیاوی دخپلى ټولنی دسپکاوی په منظورنه بلکه دداسی ناوړه دودونوختمولولپاره دهڅواوهاندپه منظورلیکل شوی اودا هله ممکن ده چی په اسلامی تعلیماتوکی دښځی مقام اومرتبه وپیژنو.
ددې ليکني دوهمه برخه
",په اسلام کي دښځوحقوق (لمړۍ برخه )
2544,,"
",
2545,مولوی منصور,"
په اسلام کي د ښځو حقوق
د بېنوا ويبپاڼي درنو لوستونکو !
داسلام اومذهب پاڼي داسلامي لیکنوپه برخه کي دښځودحقوقوپه اړه دالحاج مولوی نورالحق صاحب په زړه پوري لیکنه ولولئ . که چيري تاسو په دې اړه نظر لرئ کولای شئ د بېنوا ويبپاڼي د اسلامي پاڼي پر پته يې راوليږئ .
د برېښناليک پته : islam@benawa.com
",ښځه او اسلام
2546,خيبر ماسکو,"
١٣٨٤ د غويي لسمه ( ماسکو )
د پښتو ژبي مشهور شاعر، اديب، ليكوال او ژورناليست، په دې وروستيو ورځو كې د روسيې په فدراسيون كې له زندانه راووت .
ښاغلی عزيز تحريك، چې د ٢٠٠١ كال د فبروري په ٢ مه نيټه د يوې كورنۍ كوچنۍ شخړي له كبله زنداني شوي و، د ۲۰۰۵ كال د اپريل د مياشتي په ۲۲ نيټه د څلورو كالو او دريو مياشتو بند له تيرولو نه وروسته را خوشي شو.
د بېنوا ويبپاڼي څه موده مخكي د « روسيې په فدراسيون کې د افغاني زندانيانو په هكله د افغانانو ژوري اندېښنې» تر سر ليک لاندي د يو رپوټ د خپرولو په ترڅ كې د هغه په هكله هم يادونه كړي وه .
عزيز تحريك ته چې د نوموړي پيښي له كبله د ۶ كاله بند سزا ټاكل شوي وه، د روسيې د قوانينو پر اساس، هر هغه بندي چې د خپل بند له دريو څخه دوه برخي سزا تيره كړي او په زندان كې د زندان له قوانينو څخه سر غړونه و نه كړي، نوره پاتي موده يې د محكمي د حكم سره سم بخښل كيږي. عزيز تحريك هم د همدغه قانون له مخي آزاد شوي دی .
د بينوا ويبپاڼه، له زندان څخه د عزيز تحريك د را خوشي كيدو له كبله هغه ته مباركي وايې او د هيواد ټولو فرهګيانو او د هغه مينه والو ته د خوښيې زيري وركوي .
د عزيز تحريك د شعر يوه بېلګه :
پېښه تيره چې شي ژوند كې خاطره شي
د غره اوښكې په كمرو كې شر شره شي
ميوه داره ونه قدر لري بڼ كې
شنډه ونه سوزولو له اره شي
لكۍ دار ستوري چې كليو كې څرګند شي
معجزه، قهر د خداي تعبير ښكاره شي
چې زړه ښه شي كار پي وشي، دا متل دی
چې زړه بد شي، خلك يو بل ته پره شي
زړه خوشمن، آشنا رضا په نرمه ژبه
د شا توري آس سورلۍ په خر خره شي
چې ژوندون يې سليمان غوندي مبرم وي
خير موسَی شان يې كه وركه هديره شي
د يوسف هډوكې وړي له مصر شام ته
څو ښخ ملك د پلار نيكه كې دوباره شي
زموږ مړی مساپر په شرق او غرب دی
را جمع كله په هر لور نه يو سره شي
په لمن كې دي وطنه زيږيدلی
د تا غيږ مي دي كفن او مقبره شي
ما ته هر هيواد دوزخ دی بې له تا نه
واشنګټن، پاريس، لندن، شام كه اګره شي
بې وسي ده پرديسۍ كې له هر لوري
زړه مي ډك شي، اسويلی سوې ناره شي
چې پښي يې له نيمڅي خپلي اوږدي كړي
پريږده، پريږده چې تحريك مړ، غر غره شي
",عزيز تحريك له زندانه راووت
2547,مينه = سويډن,"
غــــــــــــــــــــــــــزل
موږ ته پېښه بېوسي وه بله لاره نه وه
جدائې ځکه ضروري وه بله لاره نه وه
که په سر وای سر مي جار تر تا هرکله
په سروسترګودي ياري وه بله لاره نه وه
دا رقيب و زموږ په زړو کي ئې چاک بياموند
کنه زموږ خوږه دوستي وه بله لاره نه وه
مينه به تل دا ستا د غم تاو په غزل ايستلو
ځکه تازه ئې شاعري وه بله لاره نه وه
",غــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
2548,,"
١١ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانود انتخاباتو لپاره د کانديدانو د نومونو ثبتول پرون پېل شول.
ټاکني به د سپټمبرپه مياشت کې کيږي او د نومونو ثبتول به نږدې شل ورځي دوام ولري.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کميسيون يو چارواکی سيد اعظم اټکل کړی چې ټاکنو ته به لس زره کسان ودريږي. خو پرون په کابل ښار کې يواځې لسو کسانو ځانونه د کانديد په توګه ثبت کړي دي.
ولسي جرګه کې به دوه سوه او نهه څلويښت غړي وي چې په دوی کې دولس څوکۍ کوچيانو او شپېته د ښځو لپاره بېلي کړل شوي دي.
",د ټاکنو لپاره د نوم ثبتولوبهير پيل شوی
2549,Abdullah Ehsan,"
Abdullah Ehsan
De hulp van Stichting Groningen Helpt! is in Kandahar aangekomen
Stichting Groningen Helpt! (SGH) heeft de Universiteit van Kandahar en het grootste ziekenhuis van Kandahar ( Mirwais Roghton ) 3 containers met hulpmiddelen toegestuurd, die op 25 januari 2005 zijn aangekomen.
SGH heeft in de allereerste zending (juni 2004) naar Kandahar computers, printers, kopieerapparaten, laboratoriummaterialen zoals microscopen, instrumenten, glaswerk, voor arme families naaimachines en ziekenhuisbedden, dekens, dekbedden, waterdichte matrassen voor het ziekenhuis en nog wat andere spullen welke Mirwais Roghton nodig had verstuurd.
De 3 containers welke in Januari 2005 in Kandahar aangekomen zijn bevatten 32000 Engelstalige boeken afkomstig uit Nederland en 6000 nieuwe Engelstalige medische boeken en CD-ROMs welke ook op de universiteiten in het westen worden gebruikt.
Nooit eerder waren zoveel boeken naar Afghanistan gestuurd. Er, wordt gezegd dat Stichting Groningen Helpt! de enige Europese hulporganisatie is die in een keer 38000 boeken naar Afghanistan heeft gestuurd.
Stichting Nederland Helpt! is van mening dat Afghanen welke uit verschillende landen terugkeren deze boeken absoluut kunnen gebruiken. Want velen kunnen engels lezen en schrijven en dus begrijpen. Omdat de boeken ook in het Amerika en Europa op universiteiten worden gebruikt hoopt SGH dat het de Afghaanse bevolking zal helpen bij de ontwikkeling van hun land.
Sommige leraren zijn van mening dat de regering mogelijkheden moet scheppen om boeken in Pashto te vertalen. Daardoor kunnen veel meer studenten van universiteiten van de boeken gebruik maken. Want Kandahar en andere universiteiten in Afghanistan gebruiken nog de heel oude lesmethoden.
De leraren en studenten van Kandahar Universiteit en medewerkers van Mirwais roghton ( Mirwais ziekenhuis) waren heel blij, toen de hulpgoederen aangekomen waren. De containers met boeken blijven nog een tijdje gesloten omdat de nieuwe bibliotheek van de universiteit nog niet klaar is.
Op de foto’s zijn de containers te zien en enkele hulpgoederen welke zijn afgeleverd.
Medewerkers van sgh praat over versturen van hulp naar afghanistan
Het magazijn van stichting groningen helpt in Groningen
Continer die klaar staat om van Nederland te vertrekken
Een kant vande bibliotheek
Stichting Groningen helpt heeft tien tallenduizenden boeken naar afghanistan versturd
Deze PC's en prenters zijn voor mirwais roghton en Kandahar Universitiet
Stichting Groningenhrlpt heeft ook moderne electronische matrialen versturd
Een voorbeeld van electronische spullen
De goderen zijn van Nederland naar Karachi ( Pakistan)en darna naar Kandahar versturd
Tien duizend van de 38000 boeken zijn helemaal nieuw
vrachtwagen die bij Mirwais roghton is aangekomen
die eerste continer die open gaat in Mirwais roghton kandahar
conteneros die word voor Kandahar universitiet neergezet
SGH . heeft naast medische spullen ook spullen voor armen afghaanen inzameld
Die armen vrouwen zullen wel eten verdinen via die nai machiene die door Stichting Groningen helpt zijn versturd ",De hulp van Stichting Groningen Helpt! is in Kandahar aangekomen
2550,صالح محمد صالح,"
١٣٨٤ د غويي يولسمه ( صالح محمد صالح )
نن د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي دمياشتي پر يولسمه نېټه په هلمند ولايت کې د بست فرهنګي ټولنې په هڅو او زيار، د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په مرسته، د پياوړي شاعر عبدالباري جهاني په وياړ يوه پرتمينه مشاعره جوړه شوه، چې د هلمند ولايت پر شاعرانو او ليکوالو سر بېره د کندهار، زابل، فراه او نورو ولايتونو په سلګونو شاعرانو او کلتورپالو هم په کې ګډون کړى و.
مشاعره د لښکرګاه ښار په ’کرزي‘ لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د مازيګر پر پنځو بجو پيل او د شپې تر ناوخته پورې يې دوام وکړ.
د بست فرهنګي ټولنې غړي عبدالصمد روحاني بېنوا ته وويل چې د دې پرتمينې مشاعرې لګښت د بست فرهنګي ټولنې د غړو او د دې ولايت د والي او ښاروال له خوا برابر شوي، چې په دې منځ کې د سيمې ملي سوداګرو هم خپله مرسته نه ده سپمولې.
دا په تېرو څو لسيزو کې د هلمند ولايت په کچه يوه بېسارې مشاعره ده چې جوړېږي، کتونکي په دې باور دي چې د دې ډول غونډو په جوړېدو سره به د سيمې د فرهنګيانو ترمنځ کلتور اړيکي ټينګ او خلک به په خپلو کې ډېره سره نژدې شي.
د عبدالباري جهاني په وياړ دا دويمه ستره غونډه چې په دې ورستيو اوونيو کې جوړېږي، يوه غونډه تېره اوونۍ په کندهار کې جوړه شوې وه، چې هلته هم په لسګونو کسانو ګډون کړى و .
",په هلمند ولايت کې يوه ستره مشاعره
2551,,"
١١ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې د سترې محکمې چارواکوويلي دي چې د امريکې پوځ په دغه هيواد کې د خپلو دوو بندي خانو څخه چې د بګرام او کندهار په هوايې اډو کې واقع دي ، شپږ اتيا تنه افغان بنديان خوشي کړي دي.
",٨٦ تنه افغان بنديان خوشې شول
2552,,"
١١ د غويی ١٣٨٤
يونيسف په افغانستان کې د ماشومانو د عدلى تعقيب او جزايى مکلفيت په تړاوو د نوي قانون د تصويبېدو هرکلى کړيدى .
دغه قانون به په روانه اونۍ کى په رسمي جريده کي دخپريدوڅخه وروسته نافذ شي .
د يونسف اداره دا په افغانستان کې د ماشومانو او کمکيانو د حقونو د خونديتوب په لاره کې ډېر مهم ګام بولی.
",د ماشومانو نوى جنايي قانون
2553,,"
پرون (غويي يوولسمه) د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو- پښتو څانګې له خوا د استاد مجاور احمد زيار په وياړه يوه پرتمنيه غونډه رابلل شوې وه، چې د پوهنتون پر استادانو، محصلينو او نورو اړوندو اشخاصو سربېره نورو كلتورپالو هم په كې ګډون كړى و.
د غونډۍ په ترڅ كې ځينو استادانو ويناوې هم وكړې، دغه راز شعرونه هم ولوستل شول، چې په دې درېيو كلونو كې د پوهنتون په انګړ كې د داسې يوې غونډې رابلل يو د ستاينې وړ كا رو.
(كه چېرې په دې باب نور معلومات او د غونډې انځورونه لاسته راغلل، ډېر ژر به پر ليكه شي)
",په كابل پوهنتون كې د استاد مجاور احمد زيار په وياړ غونډه
2554,بېنوا د هلمند خبريال,"
د بېنوا خبريال
د غويي د مياشتې پر ١١مه نېټه په هلمند ولايت کې د بست فرهنګي ټولنې په هڅو او زيار، د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په مرسته، دغه راز د هلمند ولايت د مقام او ښاروالۍ په همکارۍ د پياوړي شاعر عبدالباري جهاني په وياړ يوه پرتمينه مشاعره جوړه شوه، چې د هلمند ولايت پر شاعرانو او ليکوالو سر بېره د کندهار، زابل، فراه او نورو ولايتونو په سلګونو شاعرانو او کلتورپالو هم په کې ګډون کړى و.
په دې مشاعره کې تر ٣٠ زياتو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل، چې بيا يې وار په خپله جهاني صاحب ته هم ورکړ، نوموړي هم خپل ډېر شعرونه ولوستل چې برخوالو يې د خپلو لاسونو په پړکا بدرګه کول.
ويندويي يې عبدالصمد روحاني کوله، مشاعره د لښکرګاه ښار په ’کرزي‘ لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د مازيګر پر پنځو بجو پيل او د شپې تر ٩ بجو پورې يې دوام وکړ.
د بست فرهنګي ټولنې غړي عبدالصمد روحاني بېنوا ته وويل چې د دې پرتمينې مشاعرې لګښت د بست فرهنګي ټولنې د غړو او د دې ولايت د والي او ښاروال له خوا برابر شوى و، چې په دې منځ کې د سيمې ملي سوداګرو هم خپله مرسته نه ده سپمولې.
د غونډې په ترڅ کې د بست فرهنګي ټولنې مشر بريالي هلمند عبدالباري جهاني ته پګړۍ هم وروتړله چې د غونډې برخوالو يې په چکچکو هرکلى وکړ.
دا په تېرو څو لسيزو کې د هلمند ولايت په کچه يوه بېسارې مشاعره ده چې جوړېږي، کتونکي په دې باور دي چې د دې ډول غونډو په جوړېدو سره به د سيمې د فرهنګيانو ترمنځ کلتور اړيکي ټينګ او خلک به په خپلو کې ډېره سره نژدې شي. دغه راز خلک خوښي څرګندوي چې اوس مهال دا ډول غونډې اوس په اکثرو ولايتونو کې زياتې جوړېږي، چې دا په خپله يو غوره کار دى.
د عبدالباري جهاني په وياړ دا دويمه ستره غونډه چې په دې وروستيو اوونيو کې جوړېږي، يوه غونډه تېره اوونۍ په کندهار کې جوړه شوې وه، چې هلته هم په لسګونو کسانو ګډون کړى و .
د مشاعرې په پاى کې د يوه وړانديز په توګه ټولو شاعرانو له دولت، په ځانګړې توګه ولسمشر څخه په ټينګه وغوښتل چې په کابل کې دې غلام رسول خوشبخت له بند څخه خوشې کړي، غلام رسول خوشبخت د هلمند ولايت يو ځوان شاعر دى، چې د تېر لمريز کال د تلې له مياشتې راهيسې د کابل په توقيف خانه کې بندي دى.
دغه راز دغو شاعرانو پر دولت دا نيوکه هم وکړه چې پر دومره ځنډ او وخت سربېره يې ونه شول کړاى چې ملي سرود جوړ او تصويب کړي. دوى له دولت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې ملي سرود جوړ او د پارلمان تر جوړېدو وړاندې دې کمپوز شي.
په پاى کې له نورو ولايتونو څخه راغلو مېلمنو ته ډالۍ ګانې هم ورکړل شوې، د ساري په توګه د زابل ولايت په استازيتوب دواخان مينه پال، د کندهار په استازيتوب جانان مومن، محمد حسن حسنيار، سيد احمد قانع، د وردګو ولايت په استازيتوب غلام سخي نوريوال ته. غونډه د ماښامنۍ تر خوړلو وروسته پاى وموند.
",د عبدالباري جهاني په وياړ مشاعره ( انځوريز راپور)
2555,قريب الرحمان سعيد - ناروې,"
١٣٨٤دغويي ديارلسمه قريب الرحمن سعيد – اوسلو پوهنتون - ناروې",د ترکمنستان د ګازاوتیلو د نل لیکو غځول ( دوهمه برخه)
2556,,"
١٢ د غويی ١٣٨٤
",پوليس به په بايسکلونو ګزمې کوي
2557,,"
١٢ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په هيواد کې د امريکا تر مشرۍ لاندې ځواکونو باندې ږغ کړی چې په ملکي سيمو کې د اورپکو پر ضد عملياتو کې دې د ډېر احتياط څخه کار واخلي.
د تيری جمعه په ورځ د امريکا په هوايې بريد کې د لږ تر لږه د دوو کسانو د وژنې څخه وروسته ښاغلي کرزي په يوه ا علاميه کې ويلي دي چې که حکومت د ترهګرۍ ضد جګړې ته ژمن دی ، خو دې سره سره د افغانانو د خونديتوب د باوري کولو مسوليت هم په غاړه لری.
",د امريکا پوځونه دې د عملياتو په وخت له احتياط څخه کار واخلي
2558,,"
د غويى دوولسمه، ١٣٨٤
کابل: د بغلان ولايت په خنجان ولسوالۍ کې د دېرشو په شاوخوا کې کسان د يوې درنې چاودنې په ترڅ کې وژل سوي او تر ٧٠ زيات زخميان دي. پېښه نن سهار د يو بې وسلې سوي قوماندان په کور کې د وسلو له ډېپو څخه را منځته سوه. په کابل کې د کورنيو چارو وزارت د پېښي پخلى کړى دى خو لاهم په دقيقه توګه مالومه نه ده چې دا ورانوونکې چاودنه څنګه رامنځته سوه. ويل کېږي چې د قوماندان د کور په ګډون څو نور کورونه هم په دې پېښه کې ويجاړ سوي
.
", دېرش کسان په بغلان کې د چاودني له امله ووژل سول
2559,عبدالاحد پيغام,"
عبدالاحد پيغام _ د ۱۳۸۴ كال دغويي دولسمه نيټه
دكوكناروكرل اودنشي توكيواستعمال اوقاچاق هغه ستونزي دي چي دڅوكلونو راپديخوا زموږ هيواداوولس ورسره لاس اوګريوان دي.
ددي ناولي بوټي اودهغه دقاچاق دمخنيوي په خاطر دټول هيوادپه كچه بي امانه
ولسي اوسراسري هڅواومبارزي ته اړتيا ده.
زموږ په هيوادكي دكوكناروكرل اودترياكو،هيروينوقاچاق پخواني سابقه نه لري
يوازي دجګړواوپه تيره بيا دتنظيمي جګړواوپه ځانګړي توګه دطالبانوپه واكمني كي دكوكناروكرل اودترياكواوپوډروقاچاق ديوي ګټوري سوداګري په توګه په هيوادكي پراختيا اوپرمختيا وموندله ، داځكه چي وسله والوډلودجګړي ددوام اودځان دبقا اودخپل واك دخونديتوب لپاره دنشه يي توكيودقاچاق اوتجارت په پيسوجګړي ته دوام وركاوه .
دطالبانوپه واكمني كي دهغوي دجګړو لګښتونه له همدي لاري پوره كيدل .
خوكله چي دسيمي اونړيوالي مافيا ډلي له دي ناولي تجارت اوقاچاق سره ملګري شوي، دي دندي دومره شهرت وموندچي دهيوادټولي كروندي دكوكناروكښت ونيولي، هرچاهڅه كوله چي ددغه بوټي د كرلواودترياكو،پوډرودقاچاق له لاري زياتي پيسي ترلاسه كړي .
دهيوادله شماله نيولي ترجنوبه اوله ختيزه نيولي ترلويديځه ټول خلك دسيمي اونړيوالي مافيا داجنټانوله لوري د دغه ناولي بوټي كښت ته تشويقيدل ،اوداسي تبليغات كيدل چي له هررازكروندي او تجارت نه دپوډرواوترياكوقاچاق اوتجارت ګټوراوپه لږ وخت كي دډيروپيسودلاسته راوړلويوازني سرچينه ده .
په اطرافواوښارونوكي دنشه يي توكيودكرلواوقاچاق پرضدهيڅ ډول بنديزونه موجودنه وو،ويل كيږي چي دطالبانوپه وخت كي حتي دپوډرواوترياكوقاچاق اوتجارت دومره ازادووچي طالبانوورباندي ټكس اومحصول لګولي وو،چا چي به محصول تحويل كړ،په ازادانه توګه يي كولي شو دنشي توكيوتجارت اوقاچاق وكړي .
دطالبانودسقوط نه وروسته داسي فكركيده چي شايد دكوكنارودكرلوكچه راټيټه شي اوورو،وروبه يي دقاچاقواوتجارت مخه هم ونيول شي خومتاسفانه داسي ونه شول .
كه څه هم دولت ددريوكلونوپه موده كي دنشي توكيودكر،استعمال اوقاچاق په اړوندځيني ګامونه اخيسي خودهيوادپه ګوټ ګوټ كي دبيلابيلووسله والوډلودواكمني له امله دي كار په زړه پوري نتيجه نه ده وركړي ،اوويل كيږي چي دكوكناروپه كښت اوقاچاق كي دپخوا په پرتله زياتوالي راغلي چي دا كارهم دافغانستان ددولت اوهم دنړيوالو دانديښني وړګرځيدلي دي .
اوس دافغانستان دولت دنړيوالوپه مرسته په دي اړه يولړګټوراوپياوړي ګامونه اخيستي اوداسي ښكاري چي دولت اونړيوال داهوډلري ترڅوپه هيوادكي په بشپړه توګه ددي بوټي دكرلومخه ونيسي .
لكه څنګه چي ښكاري په نوي حكومت اوكابينه كي دنشه يي توكيوسره دمجادلي اومبارزي په منظوريووزارت هم په دي اړه جوړشوي دي .
نړيوالوڅوڅوځلي دافغانستان مشرانوته په ښكاره داويلي چي بايد په هيوادكي يي ددي بوټي دكرلواوقاچاق پرضد غښتلي ګامونه واخيستل شي ،كنه نوافغانستان به داځل دنشه يي موادودمافيا منګولوته ولويږي چي دابه دافغانستان دجګړه ځپلي ولس لپاره يوه لويه اوخونړي تراژيدي وي ،همدارازروښانه شوي كه چيرته په افغانستان كي دنشه يي توكيوكرل اوقاچاق دوام ومومي نونړيوال به دي ته اړشي ترڅوپه خپلو مرستو اوكومكونو له سره كتنه وكړي اوحتي ددي امكان شته چي ډير هيوادونه له افغانستان سره خپلي مرستي پاي ته ورسوي ،چي داكار به دافغانستان لپاره ډيري ناوړي پايلي ولري .
زموږهيوادچي ددوه نيمولسيزوجنګ جګړو نه وروسته اوس دسولي اوولسواكي لاره
غوره كړي اوهڅه كوي چي په دي لاره كي پياوړي ګامونه اوچت كړي داسي هيله ده چي دبيا رغوني اووران ويجاړهيواددآبادي اوسوكالي په لاره كي بايد نورهم اساسي اوبنسټيزګامونه واخيستل شي ،ترڅوولس خپلووروستيوهيلوته چي دهيواد سمسورتيا اودهيوادوالوهوساينه ده ورسيږي .
داسي نښي اونښاني ترسترګوكيږي چي دافغانستان حكومت په كلكه داهوډلري ترڅوپه هيوادكي ددي ناولي بوټي دكرلواودترياكو اوپوډرو دقاچاق مخه په بشپړه توګه ونيسي،اوپه دي اړونديي خپلي هڅي لاپراخي كړي دي
دغه رازنړيوال هم په دي برخه كي ډير زيات جدي ښكاري اوداتكل يي كړي ترڅوافغانستان دنشه يي توكيودكرلواوقاچاق له دي ستري بلانه خلاصون ومومي خواساسي خبره دا ده چي په هيوادكي دهررازنيك اوپه ځاي كاردعملي كولوپه ترڅ كي دولس مرسته اوملاتړيوضروري اولازمي جزګڼل كيږي.
كه ولسونه په رښتيا وغواړي چي هيواديي دنشه يي توكيوله شره په امان اوسي نوداكار به حتمي اوضروري ترسره شي .
دنشه يي توكيودكر،اوقاچاق پرضدمبارزه دټول ولس ملي اووطني دنده ده ،داځكه چي نشه يي توكي زموږ دهيواداوولس لپاره ديوه ګواښ حيثيت لري اوكه يي مخه ونه نيول شي نودهري ورځي په تيريدوسره داخطر پياوړي اوغښتلي كيږي .
دنشه يي توكيو كر،قاچاق اوترافيك نه يوازي زموږ دهيواد د ملي ګټوسره په تضادكي دي بلكه زموږ داسلامي اساساتواوشعايروخلاف كاردي ،دغه رازنشه يي توكي زموږ دهيواد د ځوان نسل د بربادي يوسترعامل دي .
همدااوس په هيوادكي زيات شمير ځوانان دترياكو اوپوډروپه عمل اخته دي ،كه يي مخه ونه نيول شي په څوكلونوكي به داكچه هغه حد ته ورسيږي چي بيا به يي كنټرولول ډيرستونزمن كاروي .
ښه به داوي مخكي تردي چي دنشه يي توكيوقاچاقبران زموږ دهيواداوولس دتباهي په كاركي بري ومومي بايد ټول هيوادوال ددي ګډدښمن په وړاندي يوموټي شي دكوكناروله كرلواواستعمال څخه په كلكه ډډه وكړي اودنشه توكيودمافيا اوقاچاقبرانوپرضد دنه ماتيدونكي ځواك په توګه په بي امانه او پراخوولسي هڅو لاس پوري كړي.
",دنشه يي توكيومافيا يوسترګواښ
2560,,"
",
2561,عبدالهادي (ريشاء) کراچي,"
باډاســــکي
دا به نــه وايې چي زه پخته اوباز يم
په غوټـه د سمنـــــدر و تل ته ځــــــمه
هسي وايه چـي څپو ته به ځان ورکړم
چـــي پـر هر لوري مي وړي ورسره ځمه
ارام بـــــــــحر قـــهرېدلـی، دردېدلــــــــی
ځــــني پورتـــه غــضبي غټـــي څپـــې دي
کښتــه کيږي پورته کيږي غرونه، غرونه
چــي و مخ ته يې دريږي کړي وارونــــــه
پــــر لوی بـــحر وار وارونکــی د څــپو دئ
ځـــان دي کــاږه د ساحل پر لور چــټک ځـــه
پـــه ځـان مـــه مـــغروره کېــږه چي پاتېږم
د پستـــو اوبــو څپـــې دي خــــروښېـــدلــي
ســـــلســـې دتورو غـــرو په ويشتــل کيږي
اوبـــازي دلتـــــه و تـــا تـــه پـــــکـــــار نه ده
دلتــــه غـــــرونـــه رانــــــړيـــږي، زرې کيږي
اوبـــازي هسي يوچل دئ
د اوبا ز ډيـر لنډ مــزل دئ
دكرښپل له کتاب څخه ـ ١٣٧٩
",بـــــــــاډاســــــــــــــــــــــکي
2562,خالدهادي,"
عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي (دکندهارښار د دریمي ناحیې د(ملاګلداد) په کوڅه کي )په ۱۳۰۲-لمريز هجري کال دې نړۍ ته سترګي ړني کړي دي
عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي (دکندهارښار د دریمي ناحیې د(ملاګلداد) په کوڅه کي ) په ۱۳۰۲-لمريز هجري کال دې نړۍ ته سترګي ړني کړي دي .
ښاغلی رشا صاحب وايي چي دالف-بې سېپاره مور ورته ویلې ده او پر لمانځه باندي یې هم درولئ دئ ؛ څه دېني کتابونه ماما او فارسي ورور ورته وويل ؛ بل ورور د خط او حساب دزدکړي دپاره پنسل او کتابچه پلاس کي ورکړه ، نور یې نو پخپله و خصوصي مطالعې ته ملا وتړل . ژوند یې اکثره دتجارت په مختلفو برخو کي تېر سوی دئ . د ژوند په نورو برخوکي له د زيات شمېر لکه د يات شمېر افغانانو غوندي ډیري سړې و تودې پر راغلي دي .
دکندهار دښاروالۍ په انتخاباتو کي د دریمي ناحیې منتخب وکیل وټاکل سو، خو څنګه چي یې د ښاروال او نورو وکیلانو سره دخلګو د ګټو پر سر وخوړل او هم یې دښاروالۍ چاري د ښاریانو په ګټه نه بللې ، نو له وکالت څخه مستعفي سو. د جبههء پدر وطن په موسسه کنګره کي کندهاریانو وکابل ته ولېږئ، هورې ددې لوی مجلس په غړو کي شامل و. په درو لویو جرګو کي یې دکندهار دخلګو دخوا استازيتوب کړئ دئ . همدارنګه یې دقبایلو په عالي جرګه کي دکندهار نمایندګي درلودل . دپارلمان په اولسي جرګه کي د کندهارد ښار دڅلورو ناحیو دخلګو له طرفه د رایو په اکثریت وکیل وټاکل سو او په اولسي جرګه کي د تجارت د کمیسیون غړی وټاکل سو .
په سنا کي یې دسنا د مجلس دمجلې د ژباړن په توګه هم دنده ترسره کړه . دسولي د جبهې د مو سسې کنګرې په غړو کي یې ګډون درلود ؛ ورپسې د سولي د جبهې دغړو له خوا د لمړي مرستيال په توګه وتاکل سو. په ولسي جرګه (پارلمان) کي د ټولو مخالفو ګروپو او اتحادیو له طرفه مشر او ریس وټاکل سو، دوی دا دمشرتوب دنده تر آخره وښاغلي ریشاء ته سپارلې وه.
په ولسي جرګه کي به ریشاء تل په ټولنيزو مسایلو کي د ملت پله نیولې وه ، تل به یې د ملت د ګټوساتنه او دفاع کوله . دحکومت اوحکومت پلوه وکیلانو په وړاندي ولاړ و،او هغه وخت يې ويناوي په پرله پسې توګه د وخت په مطبوعاتو کي خپرېدلې .
( ښاغلی ریشاء حزبي نه دئ،په هیڅ ګونداو تنظیم کي غړیتوب نلري،دحق اوعدالت ملګری دئ )
ریشاء د تجارتي سفرونو په لړ کي و ایران، عراق، پاکستان، هنداو هانګ کانګ تللئ دئ او د جبههء پدر وطن په یوه رسمي سفر تشکند ، بخارا ، سمرقند ،مسکو او لیننګراډ ته هم تللئ دئ .
ښاغلی ریشاء د ۱۳۲۶ ل راهیسي په شعر ویلو خوله او قلم پوري کړئ دئ .
نوموړي دهغي لیونۍ میني له رویه ، چي خپل د هیواد، خلګو ، ژبي او فرهنګ سره یې لري، هیڅکله ځان ندئ سپمولئ او تل يې هڅه کړېده چي ددې خپلو خلکو او ټولني ته خپله معنوي پانګه ډالۍ کړي .
ښاغلی ريشاء د څو تېرو کلونو راپه دې خوا د پاکستان دکراچي په ښار کښي هستوګن دی .
چــــــاپ ســـــوي آثـــــار:
١_پټي کرږي)- داشعارو لومړۍ مجموعه – ۱۳۷۳ل-کراچي
٢_بېوسي )- د اشعارو دوهمه مجموعه – ۱۳۷۴ل – کراچي
٣_خواشینۍ) - بېلابېل مطالب- ۱۳۷۷ل – کراچي
٤_ (خروښ ) - کوچني مطالب – ۱۳۷۹ل –کراچي
٥_په افغانستان کي پردي لاسونه)-سیاسي تحلیل (۵۰)جلده فوټوکاپي ـ ۱۹۹۷ز-کراچي
٦_کرښپل )- لنډ مطالب – ۱۳۷۹ل - کراچي
٧_ (یاغي اندېښنې )- رباعیات - ۱۳۸۰ ل کراچي
٨_ ( بېړنۍ لوجرګه )- ۱۳۸۰ل - کراچي
٩_ ( دکندهار ښار )- ۱۳۸۱ل - کراچي
١٠_ (افغانستان چا خراب کئ؟) - ۱۳۸۲ل - صحاف نشراتي موسسه
١١_ ( دپښتو اصطلاحاتو یوه برخه) - ۱۳۸۲ - کراچي
١٢_ ( ښځي او اقتصاد)- ۱۳۸۲ ل -کراچي
١٣_ ( کان طلا)- ۱۳۸۳ل- کراچي
١٤_ ( دپوښتنو جوابونه )-لمړۍ برخه- ۱۳۸۳ل- کراچي
١٥_ ( دپوښتنو جوابونه )- دوهمه برخه- ۱۳۸۳ل - صحاف نشراتي موسسه
١٦_ ( دپوښتنو جوابونه )– دریمه برخه - ۱۳۸۳ل - صحاف نشراتي موسسه
١٧_ ( د ارواښاد عبدالشکور رشاد په یاد )- ۱۳۸۳ل – کراچي
١٨_ ( ګدړۍ )- د خپرو سوو نوشتو څخه ګل ګل - ۱۳۸۳ل - کراچي
١٩_ ( سپیني خبري )– ۱۳۸۴ل کراچي
٢٠_ (بېلابېلي متعددي مقالې او اشعار په جرایدو کي هم نشر سوي دي)
نـــــــــــــاچــــــــــاپ آثـــــــــار:
١_ (مړانه) دیوې حادثې حقیقي جریان -
٢_ (متلونه) تقریباً( ۳۰۰) متلونه په یوه پنڅوس پاڼيزه کتابچه کي
٣_ ( بد شګون- بد فال) شوم او نحس خبري ، چي ښځي عقیده ورته لري . په یوه کتابچه کي د یوې کوچنوټي کتابخانې سره لادرکه سوه.
٤_ تر سلو ډېر شعرونه
د ښاغلي ريشا د شعر بېلګه :
دژوند او مرګ ډاکټران
نه پوهــــېږم چي دا کم انسانیـــــــــــــــــــــت دئ
کمه پوه ده کــــم عقل څه حــــــــــــــــــــکمت دئ
و بشر لره راغلـــــئ څه غــــــــــــــــــــــــــــفلت دئ
چي پر مخ د تباهــــۍ بشــــــــــــــــــــــــــــریت دئ
وروڼه وروڼه سره وژني هــــــــــــــــــلاکت دئ
دابیا څنګه ورور ګلوي او اخـــــــــــــــوت دئ
-----
مکروبونه دي کشفیږي چي مــــــــــرګ نه وي
داروګان ورته جوړیږي چي مـــــــــــرګ نه وي
زراعت تقویه کیږي چي مــــــــــــــــــرګ نه وي
نورهم ډېر مصارف کیږي چي مـــــــرګ نه وي
ژوند اصلي هدف صحت یې ضـــــرورت دئ
نو دمرګ او بدامنۍ څخه نــــــــــــــــــفرت دئ
-----
بــل طرف دانسان مرګ ته اسلحـــــــــــــۍ دي
قـــتل عام ته زروي بم طــــــــــــــــــــــــــیارې دي
کشــت خون دانسان مرګ لره پلــــــــــــمې دي
دهـــرچا څخه دمرګ وسلې پرتــــــــــــــــــې دي
تباهۍ ته د(نیوټرن) دبم نــــــــــــــــــــــوبت دئ
آیا دغه نو خــــــدمت او عـــــــــــــــــــــدالت دئ؟
-----
انسانانو ولي لار ده درڅـــه ورکـــــــــــــــــــه!؟
ولي ګورۍ همنوعانو ته په سپـکـــــــــــــــه !؟
څه بدي ده په آرام ژوند کي ورورکـــــــــــــــه؟
چي په جنګ سره پرخلګو سره ده مځکــــــه
خو په سوله کي دهر چا مـــــــــــــــــــنفعت دئ
بیا وجنګ او دښمنۍ ته څه حاجـــــــت دئ؟
-----
که رشـــتیا څوک د بشر ښېګڼي غــــــــــــواړي
که رشتیا څوک جوړوي وراني ويجــــــاړي
که رشتیــا څوک خلاصوي خلګوته غـــــاړي
خو په سوله کي رســـیږي چـــــــــــــــاري واړي
ژوند یواځي ورورګلوي سوله وحـــدت دئ
او که نه بشــــر تر دې په فـــــــــــــــــــــــلاکت دئ
-----
غواړم سوله چي وي ټیــنګه په دنيــــــــــا کي
انسانان نه وي نښتي په بــــــــــــــــــــــــــلا کي
عداوت دښمـــــني نه وي په هیڅ چــــــــــــا کي
د ورورۍ روحیه ټینګه وي هر چـــــــــــــاکي
دغه عین عـــــلمیت معقولــــــــــــــــــــــــــیت دئ
او که نه نو ژوند مو خو شي جهالـــــــــت دئ
٢٢ وری ۱۳۶۶ل کابل ",عبدالهادي ريشاء
2563,,"
زما د وطن يادونه
مستانه ويبپاڼه د انټرنټ پر مخ دافغاني موسيقۍ يوازنۍ تر ټولو بډايه ويبپاڼه ده چي هم يې مينه والو په لسګونو زره بېلابېلي افغاني سندري په وړيا توګه وړاندي کوي ،او هم يې د سلګونو هنرمندانو اوسندرغاړو هنر د ورکېدو له ګواښه ساتلی دی .
ددې ويبپاڼي چلوونکي په هالنډ او نژدې هيوادونو کښي مېشت د افغاني موسيقۍ مينه والو ته دروان زېږدېز کال د جون دمياشتي پر دريمه نېټۀ د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي ژوندۍ موسيقي وړاندي کوي او تاسو ته د تکړه سندرغاړي احمدضيا او ځوان هنرمندجاويد شريف په سندريز پروګرام کي د ګډون بلنه درکوي .
په يادشوي کنسرت کي به ستاسو ګډون نه يوازي ستاسو لپاره يوه په زړه پوري تفرېح او سلګونو هيوادوالو سره د ليدني کتني چانس شي ، بلکي له دې لاري به مو د افغاني هنرمندانو ستاينه او د خپل هيواد د موسيقۍ دژوند په بقا او لا ښکلا کي برخه لرلې وي .
د نورو مالوماتو لپاره لاندنی عکس کښېکاږئ
",په هالنډ کي د افغاني موسيقي شپه
2564,,"
١٣٨٤ دغويي ١٤مه - سورغر توخی کندهار
سبا د ١٣٨٤ لمريز هجري کال د غويي دمياشتي پر څوارلسمه نېټۀ د چهارشنبې په ورځ د کندهار ښار د ښاروالۍ په تالار کي د پښتو ژبي د معاصر وتلي او نوميالي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ يوه درنه غونډۀ او مشاعره جوړېدونکې ده ، په دې مشاعره کي به د کندهار ولايت د اطلاعات اوکلتور رياست پر کارکوونکو برسېره يو شمېر نور چارواکي او د بېنوا فرهنګي تولني دغړو اومشرتابه پلاوي تر څنګ د سيمي زيات شمېر فرهنګي ټولنو استازي ، غړي ، ليکوال ، شاعران ، اديبان او د ښاغلي جهاني مينه وال ګډون وکړي .
ټاکل شوې ده چي په غونډۀ کي به د ښکلا مجلې مسول مدير ښاغلی عبدالقديم پيتال د جهاني ژوند ليک واوروي ، ښاغلي مجيد بابی به د جهاني په اړه وينا وکړي او زيات شمېر نور ليکوال او چارواکي به د نوموړي په اړه خپل پيغامونه ، ويناوي او شعرونه واوروي .
په غونډه کي زيات وخت ښاغلي عبدالباري جهاني ته د هغه د شعرونو اورولو لپاره ځانګړی شوی دی . په تېرو دوو اوونيو کي دا د ښاغلي جهاني په وياړ په سيمه کي درېمه غونډۀ ده چي جوړيږي ، د رواني مياشتي پر٩ مه نېټۀ په کندهار کي هيواد کلتوري ټولني دانارګل مشاعره دجهاني صاحب سره ، دغويي مياشتي پر ١١مه نېټۀ بست فرهنګي ټولني په هلمند کي او ټاکل شوې ده چي تر سبانۍ مشاعرې و وروسته به په کندهار ولايت کي د ښاغلي جهاني په وړياړ د رشاد ادبي بهير د کندهار څانګه هم يوه درنه غونډه جوړه کړي .
",ماچي ميوند ميوند نارې وهلې . . .
2565,,"
١٣ دغويي ١٣٣٨٤ يونس برهان - کابل
دا (لونګ) دى، د غزني پښتو خپرونه ...
لونګ پسول دى، لونګ خوشبويي ده، لونګ ښکلا ده، لونګ د سوچه پښتو کلتور نوم دى، لونګ د کليوال او پښتني دود نښه ده، لونګ د پښتنو د ادب او کلتور نه بېلېدونکى توکى دى. لونګ د نجونو دغاړي هار دى، لونګ د پېغلو د خوښي سندره ده، لونګ د ناوي د ټــټر پسول دى، او لونګ اوس ”د ښارونو د ناوي“ خپرونه ده.
له نېکه مرغه دا دى اوس د لونګ وږمې له غزني نه چې يو وخت ورته 'د ښارونو ناوې' ويل کېده راپورته کېږي. موږ هېله من يو چې لونګ د غزني تر جغرافيايي پولو ټاکلى پاتې نه سي او که خداى وکړي په وږمو به يې د هېواد د ننه او بهر پښتو ونازوو.
هو، لونګ د يوه هېر سوې او سپېره ولايت غـږ دى، هغه غږ چې که بيا هم د د همدې سيمې پرګنې پرې را ويښ نه سي بيا به مو لـه دې خوبه شپېلۍ د اسرافيل ويښوي.
د لونګ ځانګړتيا داده چې سياست نه کوي او ليکنې يې يوازي د پوهنيز، څېړنيز او ادبي ډګر سره تړلې دي. د لونګ يوه موخه داده چې په داسې يوه سيمه کې چې هلته د ازادو رسنيو او خپرونو نوم هم نه تر سترګو کېږي خلک کلتوري کارونو ته وهڅوي.
په ناڅاپي توګه، د لونګ پيل نن د رسنيو د ازادۍ له نړيوالي ورځې سره سمون خوري چې موږ يې دا تصادف په نېک شګون نيسو.
لونګ دوه مياشتنۍ د محمد يونس برهان په سرلارۍ او هميم جلالزي او اسد الله بلهار په هڅو خپرېږي. د دې لپاره چې د د مجلې د منځپانګې په لا شتمنوالي کې مو برخه اخيستي وي موږ ستاسو، ليکنو، وړانديزونو او رغنده نيوکو ته سترګي په لاره يو. هيله ده چې له داسې يوې خپرونې څخه چې نوي راټوکېدلي او د چلوونکو په ځاني لګښت چاپېږي خپل ملاتړ او مرستي ونه سپموئ چې يوازي د لوستونکو او مينه والو مينه او ملاتړ او زموږ ټينګ هوډ د لونګ د عمر د پايښت ژمنتيا کولاى سي.
په نژدې راتلونکي کي به لونګ په بېنوا کي هم ديوې ځانګړې برخي خاوند شي .
زموږ برېښناليک پته : lawang.magazine@gmail.com
د ګرځنده شمېره : 079 041 021
",دغزني لونګ !
2566,عبدالله احسان,"
١٣_ غويي ١٣٨٤ عبدالله احسان - هالنډ
د هالنډ تر ټولو غټي ورځپاڼي تلګراف د بي ايم ډبليو الماني موټرجوړولو فابريکې له خوا نن د ٢٠٠٥ کال د می دمياشتي پر دريمه خبر ورکړی دی چي د بي ايم ډبليو ايکس ٥ موټرونو لپاره يو داسي نوی سيسټم جوړوي چي موټر چلوونکی به اړتيا نه لري موټر پارک کړي .
په دې چل سره به موټر خپله پارکنګ پيدا کوي او خپله به پارک کيږي ، د موټر پارکنګ پيدا کولو او پاک کېدلو په وخت کي چلوونکی د موټر شترينګ او بريک دواړه اتومات مرستندوی ( هيلپر ) ته سپاري .
موټر چلوونکی به چيري چي غواړي موټر پاک کږي يوه سره کيلي ( بټن ) وهي ، موټر دځانګړي سانسور ( لټوونکي مشين ) په مرسته د سړک دواړو خواو ته ګوري چي يو داسي پارک ځای پيدا کړي تر څو موټر په کي ځای شي . موټر دا هم ځانته څرګندوي چي په خالي پارک ځای کي دده دځايدو وړتيا شته که نه ، هغه ځای ته نه ننوزي چيري چي نه ځايږي، لومړۍ وهل شوې کيلي چي په منځ کي يې سور څراغ بل کيږي د پارکنګ تر پيدا کولو پوري سور پاته کيږي او کله چي پارکنک پيدا کړي زرغون کيږي . او په دې وخت کي موټروان شترينګ اوبريک دواړه خوشي کوي او د موټر اتومات سيسټم دموټر چلولو ، شامخ ته تللو او شترينګ ګرځولو کنترول په واک کي اخلي .
د بي ايم ډبليو موټرجوړولو کمپينۍ ددې ډول موټرانوپه ازموينه بوخته ده ، او نه يې ده څرګنده کړې چي له کله نه دا اله بي ايم ډبليو ايکس پايف موټرونو ته ولګوي .
", BMW X5 موټر ځان خپله پارک کوي
2567,حنان حبيبزی - مزار شريف,"
١٣٨٤ د غويي څوارلسمه
(حنان حبيبزی - مزار شريف )
اى خانم د هغې كلا نوم دى چې د عيسې عليه سلام له زيږد څخه درې سوه نهه ويشت كاله وړاندې د مقدوني سكندر د فتوحاتو په لړ كې د هغه وروستى اثر بلل كيږي چې په په لاس يې د افغانستان د شمال ختيځ ولايت تخار د سرحدي ولسوالۍ دشتي كلا ښارګوټي ته څيرمه په يوه لوړه غونډۍ ودانه شوې ده د كابل پوهنتون په خوانى استاد او په هالنډ كې د ماقبل التاريخ د ادارې غړى لرغونپوه پوهنوال رسول باوري يې د تاريخي ارزښت په اړه وايي د هنر او جوړونې له پلوه دا كلا په يونانيانو پورې اړه لري چې د مقدوني سكندر فتوحاتو څخه يې بنـسټيز كار پيليږي او ډيرو څيړونكو يې د پلټنو په پاى كې موندلې ده چې دا لرغونې كلا د لويى يا مقدوني سكندر په لاس جوړه شوې ده
او هغوى په همدې ترڅ كې دا كلا د امو د سكندريې په نامه بللې ده .
دا كلا چې ما له نږدې وليده له ډير دردونكي برخليك سره مخ ده او د هر ګام پر ځاى يوه يوه ژوره كنده ليدل كيږي او دا څرګندوي چې د تيرو جګړو راپه دې خوا له چور تالان سره مخ ده او ځنې كيندنې يې نوې نوې شوي دي ، ددې كلا په زياتو برخو كې له اوسنيو خښتو څخه لوی لوی خښتې ليدل كيږي چې زياتره يې ټوټه ټوټه پرتې دي او په ځينې ځايونو كې له همدې خښتو څخه جوړ ديوالونه لا هم پر ځاى پاتې دي چې ډير زاړه ښكاري،د كلا ځينې ځايونه په بلډوزر هم كيندل شوي دي او د هر برج پر سر يې چې اوس يې د غونډيو څيره خپله كړې ده پوځي مهمات پراته دي او داسې بريښي چې د جګړو په وخت كې دا كلا يو پوځي مركز وو دا كلا د امو سيند له ګاونډي تاجكستان څخه رابېله كړې او په لويديځه برخه كې يې د كوكچې سيند بهيږي او له امو سره يوځاى كيږي ، د اى خانم كلا د تخار ولايت په دشتي كلا ولسوالۍ كې د امو او كوكچې سيندونو په غاړه پرته ده ،په يوه برخه كې يې ډيرې غټې غټې خښتې پرتې دي چې د اوسنيو ودانيو برنډې يا دهليز سمېټي فرش ته ورته دي خو دا بيا سور رنګ لري او تورې تورې اوارې اوارې شګې هم ورسره ګډې دي هغه ځايونه چې يې پر بلډوزر كيندل شوي دي بيا يې د خاورو تر منځ وړې پخې خښتې ښكاري خو دا خښتې هم له اوسنيو هغو څخه لوی دي او ټوټه شوي دي له ځايي عامو اوسيدونكو څخه چې مې وپوښتل هغوى يې له كيندنې انكار وكړ خو دا يې راته وويل چې يو شمير خلك يې په سيمه كې شته چې د كلا پر ناقانونه كېندونو اخته دي
يو تن چې نه يې غوښتل نوم يې واخلم كلا ته څېرمه د ولسوالۍ په ښار كې هغو پخو ودانيو ته اشاره وكړه چې د ځينې ځايي خلكو له خوا جوړې شوي دي او ويل يې چې دا ددغې كلا دهغو اثارو په پيسو ودانې شوي دي چې نږدې ګاونډي هيواد تاجكستان ته د خرڅلاوو لپاره ليږدول شوي دي خو د دشت كلا ولسوالۍ امنيه كوماندان امام محمد چې له اوه كلونو راهيسې په همدې سيمه كې د امنيت چارې په غاړه لري دا خبر نه مني او وايي چې تل د اى خانم د كلا څارنه كوي خو د ځايي سړي څرګندونو ته په پام سره د تخار ولايت مرستيال عبدالجبار چې يو كال وړاندې يې له دې كلا څخه لېدنه كړې پوليسو ته سپارښتنه كوي چې د ناقانونه كيندنو مخه ونيسي خو ښاغلى جبار بيا دا هم وايي چې دغه كيندنې اوس نه بلكې په خوا شوي دي .
خو ما هلته هيڅ پوليس او يا كوم امنيتي سر تيرى ونه لېده چې ددغې كلا په ساتنه به بوخت وي يواځې د زړو پوځي مهماتو نښې نښانې پر ځاى پاتې وې او نه مې د اطلاعاتو او كلتور وزارت خلك وليدل چې د كلا د ساتنې مسوليت به ورپه غاړه وي ،
هغه خلك چې كلا ته جوخت په ختيځه څنډه كې ژوند كوي د اى خانم د لرغونې ماڼۍ له لمنو څخه د خاورو پر چلولو بوخت دي چې ښايي د كورجوړونې لپاره به دا خاورې ليږدوي خو داسې فكر هم كيږي چې كېدى شي دوى ته د ځنې خلكو له خوا دنده سپارل شوي وي چې دلته كيندنې وكړي او تاريخي اثار غلا كړي خو دغو خلكو چې يې ما ته كورونه راوښوول ټول خټين وو او داسې نښې نښانې په كې نه تر سترګو كېدې چې دغه په ظاهره غريبان دې لرغوني اثار غلا كړي .
لنډه يې دا چې په افغانستان كې له جګړو وروسته او د ولسمشر حامد كرزي په لنډ مهاله ، منځمهاله او اوسنۍ انتخابي دوره كې داسې يو جګ پوړى دولتي چارواكى د ځايي خلكو په وينا داى خانم كلا ته نه دى ورغلى چې دغه اثار له نږدې وګوري ،كه همداسې د نه پاملرنې ښكار شي ښايي يو وخت چې دولتي كسان د څيړنو لپاره ورځي هلته به يې نښه هم نه وي .
",د اموسكندريه کلا د له منځه تللو له ګواښ سره مخ ده
2568,حنان حبيبزی,"
حنان حبيبزی – مزار شريف
د وړم كال په لومړيو كې بلقيس له اسلم سره واده كړى و خاوند يې كركيله كوله زمكه يې خپله وه ميرمن چې يې جوړه وه پټيو ته به يې د كر كيلې يا په زمكه كې د كار پر وخت خاوند ته ډوډۍ وروړه ، د دوى عجيبه ژوند وو اسلم به له بلقيس سره بيا په پخلنځي كې مرسته كوله دواړه به ډير خوشاله وو ، د بلقيس خاوند ته له پلار څخه شل جريبه زمكه پاتې وه خو اوس چې يې ميرمن ناروغه وه د كر كيلې لپاره يې ډير لږ وخت درلود ، خاونديې د بلقيس د درملنې په فكر كې وو ،ده دا هيڅ په زړه كې نه ګرځوله چې روزګار ترې نيمګړى پاتې دى خو ويل به يې چې هر ډول چې وي د بلقيس ژوند به ژغوري، د بلقيس ناروغي ورځ په ورځ ډيريده ، ناروغۍ يې په بدن كې داسې ريښې غزولې وې چې د ولسوالۍ ډاكټران يې په درملنه كې پاتې راغلل ،خو هغه به بيا بيا خپله ناروغه ميرمن همدې ډاكټرانو ته بوتله ، ډاكټران له يوې خوا ټول نارينه وو چې بلقيس د خپل درد په اړه ټولې خبرې نشوې كولى او بل دا وو چې ډاكټران فاكولته يي نه وو ،دا هغه كمپوډران وو چې د جهاد پر وخت پاكستان ته تلي و و او هلته يې د لومړنيو روغتيا يي مرستو درې مياشتني كورسونه ويلي وو او اوس چې يې وسله سپارلې وه نو د خلكو په درملنه يې پيل كړى وو ، دې ډاكټرانو بيا ځان ځان ته درملتونونه درلودل او يو له بل سره يې ناسالمه رقابت هم كاوو
هغه درمل به يې په درملتونو كې موندل كيدل چې په اخري درجه ارزانه او بې كيفته يا تاريخ تيره وو چې ناروغ ته يې د درملنې پر ځاى نور ې ناروغيانې هم پيدا كولې ، ډاكټرانو به ناروغ ته له اندازې زيات درمل وليكل او په دې كار سره يې هڅه كوله چې خپله دارو په لږ وخت كې وپلوري ، د دوى تر منځ دا حالت د دوه ستونزو له امله رامنځته شوى و ، يو دا چې ډاكټرانو مسلكي زده كړې نه لرلې او بل دا چې دوى نه د درملنې له قانون څخه خبر وو او نه هم د وګړو له اقتصادي حالت څخه ، د دوى ټوله هڅه دا وه چې څه ډول له ناروغ څخه پيسې واخلي كه يو سړى به لږ تبه هم وه ، د هغه ينه به يې معاينه كړه او ورته ويل به يې چې ته ملاريا يې بيا به يې پر هغه اوه قلمه دارو وپلورل چې دوه يا درې به يې شربت وو .د بلقيس د خاوند جيبونه چې اوس تش وو او ټوله داريي يې د ډاكټرانو جيب ته لويدلې وه
خپله حوصله يې ونه بايلله او وچته اراده يې لرله ، . اسلم ليدل چې د ميرمن رنګ يې ورځ په ورځ خرابيږي او ناروغي يې مخ په زياتيدو ده او ډيره يې ځوروي په دې فكر كې ولويد چې ښايي د ولايت په روغتون كې يې د ميرمن د درملنې لپاره اسانتياوې شته وي ، كه هلته يې بوځي نو ، ركه روغه به شي . اسلم چې اوس نقدې پيسې نه لرلې او ټولې يې د ميرمن په درملنه لګولې وه ، تر اوږو په قرضونو كې ډوب هم و خو بيا يې هم سل زړونه يو كړل او د ولايت روغتون ته يې د بلقيس د كرايې د پورولو لپاره بيا هغو خلكو ته مراجعه وكړه چې مخكې يې ترې پيسې پور كړې وې او د ډيرو دروازې يې وټنګولې خو هيچا يې غږ وا نه وريده ځكه لومړى يې بايد د هغوى قرض وركړى وى او همداسې نا اميده راستون شو ، د ولايت تر ښاره د كرايې د موندلو لپاره يواځينۍ لار چې اسلم ته پاتې وه دا وه چې خپله ز مكه ګيرو كړي ، خو زمكه يې هم چا نه ګيرو كوله ، شاړه زمكه چا څه كوله ، دده زمكه چې چا ګيرو ونه نيوله نو ډير يې فكر خراب شو چې كور ته راستون شو ، وې ليدل چې ميرمن يې په ځاى كې پرته ده ، ده فكر وكړ چې ښايي كلكه ويده وي ، سر پورې يې كيناست او له ځان سره يې وويل چې ځه! كله چې راويښه شو ه بيا به يې د ناروغۍ حال وپوښتم ، په دې كې څو ساعته تير شول خو بيا هم بلقيس په خپل ځاى كې د پخوا په څير پرته وه ، نا څاپه يې زړه ولويد ، دا فكر ور ته پيدا شو چې خداى مكړه ميرمن يې مړه نه وي ، بې ارادې يې خپل لاس د هغې په زړه كيښود چې زړه يې درزيده ، شكر يې وويست او د هغې د راويښولو هڅه يې وكړه خو هغه داسې بې هوښه پرته وه چې دده نارې يې هيڅ نه اوريدې ، خپل جيبونه يې وكتل چې يوه روپۍ هم په كې نه وه ، له لږ چورت څخه وروسته ولاړ شو او د دوه منه وړو بورۍ يې په وږه كړه ، دا وړه د خوراكې له غلې ورته پاتې وو ، هغه يې نږدې دوكان ته د پلورلو لپاره يوړل ، د وړو پيسې چې ايله سل افغانۍ شوې وې له يوې خوا يې د ولايت تر روغتونه كرايه شوه ، د روغتون ډاكټرانو چې د بلقيس حالت وليده هغه يې په روغتون كې بستر كړه ، دې ډاكټرانو له زياتو معايناتو وروسته وپتيله چې بلقيس د يوې معمولي ناروغۍ د مخنيوي لپاره د بيلا بيلو درملو د خوړولو له امله په دغه ناروغۍ اخته شوې ده خو دلته يې وضعه په دوه ورځو كې يو څه ښه شوه ، دلته يې درملنه ځكه موفته كيده چې ټولو خارجي موسيسو له مركزي روغتون سره مرسته كوله او ډاكټرانو هم د ناروغانو درملنه وړيا كړې وه او ان د ناروغانو پا ى واز ته يې هم خواړه وركول ، په لسمه ورځ ډاكټرانو ورته وويل چې نوره يې ميرمن بوځي كورته ځكه ويل يې چې نوره ښه شوې ده خو د څو ورځو لپاره يې دارو هم وركړل چې ناروغي يې په بشپړه توګه ښه شي ، بلقيس اوس پلې تلى شوه ، په اډه كې يو شمير خلك د موټر په انتظار ناست وو او د اسلم يو كليوال ته يې دا خبره كوله چې د امو د سيند سطحه راجيګه شوې اوستاسو ولسوالۍ يې بسته وړې ده ، د ولسوالۍ د دفتر په ځاى كې سيند بهيږي ، د دوى كور هم د ولسوالۍ دفتر ته نږدې پروت وو ، بلقيس چې دا خبرې واوريدې ، ښايسته كور ګى يې سترګو ته نيغ ودريده چې بيا له نوو هيلو سره ور روانه وه او دې دردونكي خبر دومره بد تاثير پرې وكړ چې ځاى په ځاى په زمكه راولويده ،او د تل لپاره د بي هوښۍ حالت ته لاړه اسلم يې تشې دونيا ته بې كسه بې كوره پريښود .
",كمپوډران
2569,,"
په کاناډا کې د ارواښاد استاد فضلی او ارواښاد استاد پلار فاتحه واخیستل سوه افغان رساله د افغانستان د تياتر او راډيو ټلويزيون تکړه ممثل ارواښاداستاد فضل محمد فضلی او د افغانستان د تیاتر پلار ارواښاد استاد جان محمد پلار فاتحه د افغاني فرهنګپالو اوخبری رسنیو لخوا د کاناډا په ټورنټو ښار کې د يکشنبې په ورځ د ۲۰۰۵ کال د مې د میاشتې په لمړې نيته د امت نبوي جامع په جومات کې واخیستل سوه. په دې فاتحه کې زموږ يو شمیر هیوادوالو برخه و اخیستله او د ارواښاد فضلی او ارواښاد پلار روح ته یې دعاووی وکړې او د خدای (ج) له دربار څخه يې دوی ته د مغفرت غوښتنه وکړه او د دوی پاته کسانو ته یې تسلیت وړاندې کړی. ",د ارواښاد فضلي او استاد پلار فاتحه واخستل شوه
2570,خالد هادي حيدري,"
١٣٨٤ دغويي ١٤مه ( خالد هادي حيدري )
نيويارک ، دامريکامتحده ايالات ",په دربار کښي د ژبو انډول د ملي يوالي بنسټ دی
2571,نعمان دوست - کابل,"
١٣٨٤ دغويي پنځلسمه ( نعمان دوست کابل
درنو لوستونکو ! تېروتنه دفرشته جلالزۍ خور ديوې لنډې کيسې نو م دى کومه چې په بېنواويبپاڼه کې خپره شوې ده .
دلنډو کيسو لو ستل او ليکل مې په عادت بدل شوي ، کله چې کومه خپرونه او ويبپاڼه ګورم ا و ل دکيسو برخه يې له سترګو تېروم . نن چې مې بېنواويبپاڼه پرانسته دتېروتنې په نوم کيسې مې سترګې ونښتې او سودا خو مې ورته هغه وخت نوره هم زياته شوه کله چې دهغې تر څنګ مې ديوې پښتنې خور نوم وليد.
دغه نوم دفرشته جلالزۍ و، چې په ناليدلي توګه يې زما په زړه کې ديوې بيدارې ، هوښيارې او دپياوړي قلموالې خورکۍ په توګه ځاى وموند .
زمونږ يوشمېر ليکوالان که خپه کيږي نه نو چې کله ديو شي بازار تود وويني پرته له دې چې خپل (( توليد )) ته پام وکړي خپل (( توکي )) ور وړاندې کوي ، په دغو تو کو کې ځينې داسې هم وي چې نه يوازې دا چې (( پيرودونکي )) نه پيد ا کوي بلکې دبازار رونق هم سړه وي .
دغه کار دشعر په برخه کې شوى دى ، هر چا داسې شعرونه ويلي چې او س دښه شعر موندلو او لو ستلو تلوسه هم له يو شمېر خلکو ورکه شوې ده .
کله چې په دې ورستيو کلونو کې لنډې کيسې دود شوې نويوشمېر ليکوالو ورسره دشعر کانه وکړه داسې څه يې دکيسې په نوم تېر کړل او پرې وې تپل چې که دوام وکړي نو ددې مينه والو په کمېدو کې هم شک نه ښکاري .
له کيسې سره ډېر احتياط ځکه اړين دى چې ، دنثر لوستل نظر شعرته حوصله غواړي ، ځکه له يوې خوا نثر دشعر په څېر اهنګ نه لري او له بلې خوا کيداى شي له نثر سره دشعر په پرتله خلک کم بلد وي .
فرشته جلالزى زما په اند په خپله کيسه کې له ډېر احتياط نه کار اخستى او په داسې ډول يې ليکلي ده چې دکيسې مينوال به يې نورو کيسو ته دومره په تمه وي لکه څنګه چې دا دخپلې کيسې داتل ليدلو ته په تمه وه .
فرشتې يوه کوډګره موضوع په کوډګرو الفاظو کې را نغښتې ده ، په دې کيسه کې تصويرونه خپل دي ، ژبه خوږه ده ، پيښه ښه تسلسل لري ، چاپيريال اشنادى ، نيوکه ده( کورني ميلمه ته څوک ... خوش امد نه کوي .. )) خو نيو که په کيسه نه ده تپل شوې او... داهغه څه دى چې يوه ښه کيسه يې بايد ولري .
دتېروتنې جملو په لو ستلو لو ستونکى دا خيال کوي چې ډيالوګونه لولي نه ؛ بلکې او ري يې او ټولې خبرې اترې يې په مخ کې تېريږي ، ولولئ دغه جملې : (( اى خورکۍ خير دى)) ، (( خو چي زه هغه ووينم ربه ! )) او داسې نور..
تيروتنه که څه هم يو ځاى لږ رسوا شوې (( راته ويې ويل سکينر نه لرم او دغه پلمه يې په بيا بيا تکراروله ))
خو تر پايه پورې لوستونکى يو خوږ انتظار ته پريږدي چې ، دکيسې دبرياليتوب رازهم په همدې کې دى .
ارواپوهان وايي چې نوم تاثير لري ، په دې کيسې هم خپل نوم لږ زيات تاثير کړى دى ا و په ځينو جملو کې املايي او ګرامري تېر وتنې شته .
وګورئ لاندې جملې : د قطر هيواد د ولور ګټلو له پاره په مساپرۍ تللی وي )) سم شکل يې : قطر هېواد ته دولور ګټلو ...
غاړګۍ به مي لا نه وه جوړه چي خوب وړې وم : سمه بڼه يې : غاړکۍ به مې لانه وه جوړه چې ، خوب به ويوړم يا خوب به وړې وم .
ايا نه ليدلې هم له چا سره مينه کېدای شي؟ سمه بڼه يې : ايا نه ليدلى هم له چا سره مينه کوى شي ؟
او ....
دا تيروتنې دومره نه دي چې لوى عيب وګڼل شي ، خو لکه څنګه چې په يوه ښکلې سترګې معمولي داغ هم دچا نه پيرزو کيږي نو .. .
په پاى کې لوستونکو ته دجلالزۍ دکيسې د لوستلو غوښتنه کوم او له هغې څخه دنورو ليکنو هيلې لرم .
",د فـــرشتــــې جــلالـــزۍ ( تېروتنه )
2572,سعيدلودين -ټورنټو کاناډا,"
اميد
زه مي د ميني
د اميد
او په اخلاص يو لګولې شمعه
په ها خاورينه کوچنۍ پياله کي
د ګنګاه رود
پر هغه لويه
او خاموشه څنډه
اوبو کي ږدم
په خپل لاسو ورته څپې جوړوم
د رود په غېږه يې کرار ورکوم
وايم چي ګوندي
زما د ميني
د اميد
دغه کوچنوټې شمعه
د رود په توره او وحشي غېږه کي
د ابدي تورتم تياره مخلوق ته
رڼا ور ورسوي
او زموږ د وچو و لندو خالق بيا
زموږ و تياره ښار ته
رڼا ورکړي
څراغ راولګوي
ما خپل کړي
",اميــــــــــــــــــــــــد
2573,,"
١٣٨٤ د غويي ١٤مه
دامريکا پوځ ويلي دي چي د زابل ولايت په نښتو کي يو افغان سرتيری او شل تنه طالب جنګيالي وژل شوي ، شپږ تنه افغاني پوليس او پنځه امريکايي سرتيری ټپيان شوي دي .
دا نښته هغه وخت رامنځته شوه کله چي دطالبانو پنځه ويشت کسيزي پر افغاني او امريکايي سرتېرو بريد وکړ ، امريکايي سرتېرو هوايي مرسته وغوښته او په جګړه کي د درنو زيانونو خبرونه ورکړه شوي دي .
امريکايي پوځونو ويلي دي چي په دغه نښته کي يې يو شمېر طالب جنګيالي او د هغوی په په تړاو ځيني سيمه ايز کسان نيولي دي . ",په زابل کي درنه نښته شوې ده
2574,,"
١٣٨٤ د غويي ١٤مه
پرون د وردګو ولايت د چک په ولسوالۍ کي د( مڼې ګل) دودېزه کلنۍ مشاعره وشوه ، په دې مشاعره کې د سيمي پر يو شمېر دولتي چارواکو، ليکوالو ، شاعرانو او فرهنګپالو برسېره د شهيدانو او معلولينو وزيره صديقه بلخي ، د ښځو په چارو کې دکليو دپراختيا مشاوره صفيه صديقي، وړانګه ساپۍ، دپلان پخوانی وزير رمضان بشر دوست او يو شمير نورو دولتي چارواکو برخه اخستې وه .
په دې وروستيو کي په يو شمېر ولايتونو کي د ګلونو په نوم ځانګړي کلنۍ مشاعرې نوي دود شوي دي . چي له دوی څخه يې د ننګرهار ولايت د نارنج ګل دودېزه مشاعره تر نورو ټولو زړه برېښي .
سږکال دننګرهار تر نارنج ګل وروسته په زابل کي د بادام ګل ، کندهار کي د انار ګل او دادی پرون په وردګو کي د مڼې ګل مشاعرې جوړې شوې . ويل کيږي چي په راتلونکي کي به دا ډول مشاعرې په نورو ولايتونو کي هم دود شي .
",په وردګ ولايت کښي د مڼې ګل مشاعره
2575,,"
١٤ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان د ښځو ټولني په دې وروستيو کې د ښځو وژنې يو بې رحمانه عمل بللی او هغه يې سخت غندلی دی.
د يادي شوي ټولني اعلاميه په بغلان ولايت کې دڅلورو ښځو، په هرات کې د يوې ښځي او ماشوم وژنه او په بدخشان کې د يوې ښځي سنګسارول، د اسلام له دين او ولسواکۍ سره مخالفه کړنه بولي .
د افغانستان د ښځو دټولني مشرې ثريا پرليکا ددولت له چارواکو وغوښتل چې دداسې عملونو مخنيوی وکړي او د افغان ښځو حق او پت خوندي وساتي.
",د افغان ښځو ځورول بايد پای ته ورسول شي
2576,,"
١٤ د غويی ١٣٨٤
نړيوالو سوله ساتو ځواکونو(ايساف) ويلي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو د شمېر په زياتولو سره د افغان او ايتلافي ځواکونو سره په ګډه په دې هيواد کې د ملي شورا ټاکنو ته خوندي امنيتي چاپيريال رامنځ ته کړي.
د دغه قواوو وياندې ميرمن کيرين پيتوت نن په يوه خبري کانفرانس کې وويل چې اوس په دې کار کيږ ي چې څومره اضافي ځواکونه به د کومو هيوادو څخه په افغانستان کې د ملي شورا د ټاکنو د امنيت لپاره راغوښتل کيږي.
",په افغانستان کې د ټاکنو لپاره ايساف خپل ځواکونه زياتوي
2577, احسان,"
ښاغلی انجنير محمد انعام واک د محمد اجان زوی د ١٣٣٣ لمريز کال د ليندۍ ( ١٩٥٤ ډسمبر ) په مياشت کښي د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالي کي زېږېدلی دی
ښاغلی انجنير محمد انعام واک د محمد اجان زوی د ١٣٣٣ لمريز کال د ليندۍ ( ١٩٥٤ ډسمبر ) په مياشت کښي د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالي کي زېږېدلی دی .
ښاغلی واک په ١٩٨٢ زېږديز کال دپاکستان هيواد ته مهاجر شو .
زده کړي :
د ١٩٦١ څخه تر ١٩٧٢ زېږديز کال پوري يې لومړنۍ زده کړي دليسې تر کچي بشپړي کړي دي .
( ١٩٧٣ – ١٩٧٧ ز ) د کابل پوهنتون دطبيعي علومو د پوهنځي دځمکي پېژندني د ليسانس دوره .
( ١٩٧٧ – ١٩٧٧ ز ) شپږ مياشتنی عسکري خدمت ( تعليمي غنډ – ننګرهار )
( ١٩٨٧ – ١٩٨٨ ز ) دکمپيوټر زده کړه پېښور
( ٢٠٠٢ – ٢٠٠٤ ز) د ناروېژي ژبي زده کړه ، داوسلو پوهنتون د تاريخ اوفلسفې د پوهنځي د ناروېژي ژبي کورس – اوسلو .
٢٠٠٣ ز کال دانګريزي ژبي ازموينه د لورنسکوګ عالي لېسه - ناروې .
٢٠٠٤ ز کال د اوسلو پوهنتون د ټولنيزي انسان پېژندني Social Anthropology د څانګي محصل .
علمي او څېړنيز کارونه :
( په ټولنيز ه اوسياسي برخه کي )
په ختيځ نورستان کي د اپيني نشه يانو سروې ، واک فونډېشن ، ( د ORA International چاپ ١٩٩٨ پېښور ) .
١٩٩٤ زېږديز کال د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کي د اپينو د توليد د کموالي سروې ( واک فونډېشن ، ننګرهار )
١٩٩٤ زېږديز کال په ننګرهار اولغمان کي د اپيني نشه يانو سروې ( واک فونډېشن)
١٩٩٥ زېږديز کال ( اسلامي بنسټ پالنه ) ناچاپ څېړنه .
( ١٩٩٦ – ١٩٩٨ ز ) ( پښتونولي اواسلام) يوه ناچاپ څېړنه .
کار او تجربه :
په افغانستان اوپاکستان کي :
( ١٩٧٨ – ١٩٨٢ ز ) دافغانستان د کانو او صنايعو د وزارت جيولوجيست .
( ١٩٨٨ – ١٩٨٩ ز ) له افغان کډوالو سره د ډنمارک د کمېټې ( DACAAR) داوبو لګولو د څانګي مسلکي ساحوي کارکوونکی .
( ١٩٨٨ – ١٩٩٣ ز ) په پېښور کي د ( افغان ملت ) دجريدې مسول مدير .
( ١٩٩٨ – ١٩٩٠ ز ) دافغان نادولتي موسسې ( AAA ) دبياودانولو د برخي مسول .
١٩٩٠ زېږديز کال دافغان نادولتي موسسې ( AAA) مشر .
( ١٩٩١ – ١٩٩٦ ز ) د افغانستان له پاره د واک فونډېشن ( د افغانستان قومي جوړښت The Ethnic Composition of Afghanistan ) د شپږ کلني پروژې مشر .
( ١٩٩٤ – ١٩٩٧ ز ) د افغانستان د بيا ودانولو دافغان غير دولتي موسسې ARDP له پاره د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام UNDP/ OPS سره د خوست په ولايت کي داوبو لګولو د يوې پروژې د تړون لاسليک کوونکی اومشر .
( ١٩٩٠ – ١٩٩٤ ز ) د ARDP مشر او بنسټ اېښودونکی .
( ١٠٩٤ – ١٩٩٥ ز ) د افغانستان له پاره د واک فونډېشن د خپرونکي اورګان ( مخدرات The Drugs ) مياشتنۍ جريدې مسول مدير .
١٩٩٩ زېږديز کال _ د افغانستان له پاره دواک فونډېشن د ( طالبان څوک دي Who are the Taliban ) د سروې او څېړني د پروژې مشر .
١٩٩٩ ز - دافغانستان له پاره دواک فونډېشن د( افغان نظرياتو د سروې Afghan Opinion survey ) دپروژې مشر .
په ايران کي :
( ١٩٨٣ – ١٩٨٦ ز ) دايران د بوشهر اواصفهان په ولايتونو کي دايران دبيا رغوني د وزارت د کانونو اواوبو د کمېټو انجنير .
په ناروې کي :
( ١٩٨٨ – تر اوسه (٢٠٠٥ ) ز کال ) د افغانستان له پاره دواک فونډېشن بنسټ اېښودونکی او مشر .
( سپټمبر ٢٠٠٢ – جولای ٢٠٠٤ ز ) د ناروې د اکه شوس په ايالت کي د افغان ماشومانو له پاره د مورنۍ ژبي ( پښتو ) ښوونکی .
چاپ شوي اثار :
ټولنيز اوسياسي اثار :
١ _ افغانستان : اسلامي بنسټپالنه اوافغاني ناسيوناليزم - په انګريزي ژبه ( پېښور ١٩٩٩ )
٢ _ افغانستان درېيم قوت - په پښتوژبه ( پېښور ١٩٩٩ )
٣ _ د افغانستان قومي جوړښت - دافغانستان له پاره د واک فونډېشن د شپږ کلني پروژې راپور ، دساپي دپښتوڅېړنو اوپراختيا د مرکز چاپ ( ١٩٩٨ پېښور )
٤ _ د افغانستان قومي جوړښت – په انګريزي ژبه د KOR چاپ ( پېښور ١٩٩٩ )
٥ _ افغانستان : فډرالي سيسټم؟ - په پښتوژبه د چاپ ( پېښور ١٩٩٩ )
شعرونه
٦ _ د شومه دم انګازې - پښتوشعري ټولګه ( پېښور ١٩٩٣ )
دشعر په برخه کي د ( مور ) دجايزې ګټونکی ( ١٩٧٥ زېږديز کال - کابل )
۷ _ د ( بوشهر دکانونو پېژندنه ) ، جنوبي ايران په فارسي ژبه ( ايران ١٩٨٥ )
٨ _ په مرکزي ايران کي دغير فلزي منرالونو لومړنی راپور – فارسي ژبه ( ايران ١٩٨٦ )
مقالې :
په کلتوري ، ټولنيزو اوسياسي برخو کي ديو شمېر مقالو ليکونکی .
سيمينارونه :
ښاغلي واک صاحب د ( ١٩٨٣څخه تر ٢٠٠٥ ) کال پوري په هيواد کي دننه او بهر په يو شمېر علمي سيمينارونو کي د ګډون تر څنګ په ناروې کي د دوو علمي سيمينارونو جوړونکی دی :
١ _ په افغانستان کي دسولي او دموکراسۍ لرليد ( د ٢٠٠٣ زېږديز کال د سپټمبر اتمه نېټۀ - ناروې )
٢ _ دنوميالي نارويژي ختيځ پوه اوپښتو ژبپوهاند ( ګيورګ مارګن سټېرن ) سيمينار د ٢٠٠٤ کال د می دمياشتي پر اته ويشتمه .
۳ - ( په افغانستان کي دملت جوړوني د لرليد ) د ۲۰۰۵ کال د نومبر پر اتلسمه نېټه د ناروې د ليلستروم په ښار کي جوړ شو .
د شعر يوه بېلګه يې :
تلمه
څومره چي تلم نه رسېدمه تلمه
خو بيرته نه راستنېدمه تلمه
زه په وسله د محبت سمبال وم
له هر اجله تېرېدمه تلمه
راپسي ژوند وکړلې کړيکي ډېري
په مرګ هم نه ايسارېدمه تلمه
زه شومه اوښکه چي باړخو به ښکل کړم
خو په ګرېوان راڅڅېدمه تلمه
هسي به ورک د وخت پېچومو کي شوم
لکه د لمر پنا کېدمه تلمه
په لاس رانغله مرغلره هدف
که په خولو کي ډوبېدمه تلمه
تنده زما وه د وصال د اوبو
په ثرابو نه غولېدمه تلمه
شپې خو په تلو راتلو شوې ستړي ډېري
زه په شانه راګرځېدمه تلمه
د غربت ټکنده غرمو دښتو کي
د شګي ګل وم ، ځلېدمه تلمه
زه له خزانه ماڼېجن نه ومه
چي په سپرلي کي رژېدمه تلمه
ډک له همته و تيندک د ميني
په مخ لوېدمه پاڅېدمه تلمه
کله به ورک ، کله به وړاندي وروسته
لکه د سيوري ګرځېدمه تلمه
په هر قدم کي و لاښونه پراته
له احترامه ودرېدمه تلمه
په حقيقت کي مي عدم شته نه و
ظاهر لوګی وم ورکېدمه تلمه
وم لکه غشی د جفا د نظر
د يار له سترګو بېلېدمه تلمه
کله جفا کي هم وفا ښکاره شي
زه په ژړا کي خندېدمه تلمه
ارماني لاړم پښه نېولی نه شوم
که له افسوسه اېشېدمه تلمه
تلمه د يار له کوڅې تېښته کي وم
خو ورته لانژدې کېدمه تلمه
مينه ښکاره مي تر اخېره نه کړه
دا زه ساده خو شرمېدمه تلمه
افسوس چي پروت و خنډ د عقل منځ کي
نه چي رقيب نه ډارېدمه تلمه
راسره مل د بل شي غم نه و هيڅ
بس زه په مينه لوبېدمه تلمه
هسي کاذب هجرت ونه کړ ( انعام )
وطن ليلا نه جارېدمه تلمه
۱۹ زمری ۱۳۶۵
بندر بوشهر – ايران
",انجنير محمد انعام واک
2578,,"
",
2579,,"
١٥ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان څخه د متحدو ايالاتونو تلونکی سفير زلمي خليل زاد پرون په کندهار کې د بزګرانو څخه وغوښتل چې د کوکنارو کر کيله پريږدي.
ښاغلې خليل زاد چې اوس په عراق کې د ولسمشر بوش دځانکړی استازی او د امريکا د سفير په توګه ټاکل شوی، کندهار ته د زرغونې انا دمقبرې د بيا جوړولو پرانيستونکی دستورې ته ورغلی و. دا مقبره د امريکا په مالي مرسته بيا جوړه شوې ده.
ښاغلي خليل زاد وويل چې امريکا به افغانان نه هيروي او نوري مرستې به هم کوي .
",خليل زاد له بزګرانو وغوښتل چې د کوکنارو کر پريږدي
2580,,"
١٥ د غويی ١٣٨٤
جاپان د افغانستان په ختيځ کې د اوبو دوه ويجاړ شوي بندونه رغولي چې نږدې دېرش زره جريبه مځکه به خړوبه کړي.
دا بندونه د ننګرهار ولايت د بيسودو ولسوالۍ کې و.
په افغانستان کې د جاپان سفير د دغو پروژو د پرانيستلو لپاره ننګرهار ته ورغلی و چې په کې يې د کونړ د سيند څپو ته د يوه سپر د جوړولو خبره هم وکړه.
د کنړ سيند د جلال اباد-اسعد اباد تر منځ د غځيدلی لوی واټ ځيني برخې وړي وي.
",جاپان د بندونو په بيا رغونه کې مرسته کړی
2581,,"
١٥ دغويی ١٣٨٤
",د طالبانو يو تکړه قوماندان د حکومت سره يو ځاي شو
2582, ولي شاه طبيب - کندهار,"
ميـــــــــنه
ژوند کي مينه پــــــــــــــيداکيږي کله کله
غاټول دښت کــــــــي زرغونيږي کله کله
لا غــــوټۍ وي چي له ډاره په لړزا وي
دخزان سيــــــــــــــــــــــلۍ چليږي کله کله
يو دانه يــــــــــې داشنا دزلفو زيب سي
پاته ټوله مـــــــــــــــــــړاوي کيږي کله کله
دښايــــــــــــــــستوماهرويانو مينه وکړه
دطالــــــــــــــــــــع ستوری ځليږي کله کله
چي د مـيو تر جام لاس وانه ړوې ځوانه
داجامـــــــــــــــــــونه چي ګړنګيږی کله کله
دا وصيـــــــــــــت زماطبيب درسره ساته
يو دعشــــــــــــــــــــق بيمار رغيږي کله کله
کندهار دعقرب ۱۱کال۱۳۸۳
",ميـــــــــنه
2583,خوشال فرهنګي ټولنه - کابل,"
١٣٨٤ د غويي د مياشتي ١٥مه
دپوهنوال دوكتورعبدالخالق رشيد له خوا:
دافغانستان دنوميالي ليكوال ، ژورنالست اووياړلي اديب
ارواښاد عبدالجليل وجدي د خواشينوونكې مړينې له امله
دا امكان نشته چې په دې بازار به بيا راشي ...
په خواشينۍ سره مرګ يوځل بيا دخپل يوه نوميالي هيواد پال ، خواخوږي ليكوال اووياړلي فرهنګي ارواښاد وجدي صاحب په وير ورواړولو. دهغه چا په وير چې نوم اوهلې ځلې يې دپښتوژبې او ادب په برخه كې په مادې اومعنوي لحاظ نه هيرودونكې دي . انا الله وانا اليه راجعون .
ارواښاد وجدې دنژدې څلوښتو كالو په اوږدو كې په افغانستان كې دنته اوباندې دپښتوژبې اوافغانې فرهنګ له هغو نومياليو څخه و چې په دغه برخه كې يې دبښتوژبې ديوه سپيڅلي خدمتګار په توګه خپله ملې اوادبې دنده په خورا ميړانې اونه ستړې كيدونكې روحيې سره ترسره كړه ، دى له هغو نومياليو څخه و چې دهيواد په هغوحالاتوكې چې خپله پښتنوهم په پښتو ليكنې باندې نه وياړل دپښتوژبې دانكشاف اوپراختياكارته اوږې وركړې اوداسې يې شپه اوورځ پرځان يوه كړې وه چې دده په خپله وينا چې له بښتو پرته يې نور خوبونه هم نه ليدل اوهرڅه ورته پښتوپښتو ښكاريدل. چې داپه خپله دهغه مهال په كابلې چاپيريال كې څه اسانه خبره نه وه.
برسيره پردې چې ده دبښتوژبې او فرهنګ په باره كې خپلې نه ستړې كيدونكې هلې ځلې ترسره كړې ، دى دهيواد اوخلكو دملي برخليك داوچتيا په خاطرتل ددوى په څنګ كې په خورا سرلوړۍ ، تقوا سره دريدلى دى اوپه دغه لاره كې يې داسې درانه گامونه پورته كړل چې تردغه دمه يې دهغوله امله له چا څخه د هيڅ ډول امتياز اومقام غوښتې تمه ونه كړه . دده غرور اوسرلوړي به زموږ دهيواد دملي ،ادبې اوفرهنګي يارانوپه منځ كې دى په اوچتيا اوپرتم سره يادوي او دده دغه وياړ ته به د درناوي سرونه ټيټوي.
دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا اوټول غړي فرهنګيان په هيواد كې دننه اوباندې داستاد وجدې مړينه دپښتنې فرهنګ ا وادب په لاره كې يوه نه جبران كيدونكي ضايعه ګنې ، دپښتوژبې فرهنګي كړيو ، دافغانستان فرهنګي اوعلمي ټولنو اودده ارواښاد كورنۍ ته دوجد ي صاحب په مړينه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي اوله پاك خدايه ده ته دجنتونو هيله كوې. داستاد وجدي نوم اوكارنامې دې تلپاتې وي .
نصرالله حافظ دخوشال دفرهنګي ټولنې مرستيال
كابل _ د۱۳۸۴ كال ثور دمياشتې پنځلسمه
",د خوشال فرهنګي ټولنې دژورې خواخوږۍ پيغام
2584,يونس برهان - کابل,"
١٣٨٤ د غويي ١٥مه ( پژواک خبري اژانس کابل )
",د طالبانو له وتلي او روڼ اندي مشر سره ځانګړي مرکه
2585,,"
١٣٨٤ د غويي ١٦مه
ښاغلی رحمت ګل ځواکمن د حاجي محمد رزاق زوی په ١٣٣٨ لمريز ( ١٩٦٠ زېزديږ ) کال د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالي کي زېږېدلی دی .
په ننګرهار او کابل کي اوسيدلی اواوس د خپلي کورنۍ سره يو ځای په هالنډ کي هستوګن دی .
ښاغلی ځواکمن له هماغه کوچنيوالي د رسمي زده کړو تر څنګ د پلار او مور د پاملرني او سپارښتني له مخي د اسلامي فقي او فارسي ادبياتو لوست هم کړی دی .
نوموړي له ١٣٤٥ لمريز څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د چپرهار لېسه په دوهمه درجه پای ته ورسوله .
له ١٣٥٧ څخه تر ١٣٦١ لمريز
",رحمت ګل ځواکمن
2586,,"
١٦ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې امريکايې ځواکونه او دولتي چارواکي واي چې په دې وروستيو ورځو کې د طالب جنګياليو سره د هيواد په سهيلي سيمو کې سختي جګړي شوي دي.
دوي واي د سې شنبې او چارشنبې په ورځو د زابل او کندهار په ولايتونو کې د جګړو په وخت تر ٦٠ تنو ډېر اورپکي وژل شوي دي.
د حکومت غاړې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده ، نهه تنه سر تيري د سپين غر په نامه ښارګوټی ته نږدې هغه مهال ووژل شول چې په يوه کمين کې ولويدل. دا دافغانستان نوي روزل شوی ملي پوځ ته تر ټولو لوي اوښتې زيان دی.
امريکايان واي چې په دې اونۍ کې د دوي خپل ٧ عسکر هم ټپيان شوي دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير عبدالله واي چې دا جګړه د طالبانو له لورې هغه لويه نخښه ده چې د ژمي د وتلو او کرارۍ وروسته د هيواد په سهيل کې بيا په برېدونو پيل کوي. ",په افغانستان کې په وروسيتو ورځو کې سختې جګړي شوي
2587,,"
",
2588,,"
",ميرزاعلم حميدي په حق ورسېد !!!
2589,حبيب الله غمخور - سويډن,"
١٣٨٤ د غويي ١٥مه
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني دخواشينۍ پيغام
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ دهيوادنوميالي او پيژندل شوي ليکوال ،ژورناليست او ادبي شخصيت ارواښاد عبدا لجليل ((وجدي)) له پاني دنيا نه دتل لپاره سترگي پټي کړې ، دافغاني فرهنگ او ادب مينه وال يې يو ځل بيا دوير پر کمبله کښينول .
اناالله وانا اليه راجعون
خداي بخښلي وجدي صاحب تر څلويښتو کالو زيات د خپل خواږه ژوند گټوري گړۍاو شيبې دغه داتلانو اوقهرمانانو دوطن دفرهنگي تکامل او ادبي غښتلتيا لپاره ډالۍ کړي وې او پدي ورستيو کښي يې له ښکلي افغانستان نه ليري دبيلتون او جلاوطنۍ شپي او ورځي سباه کولي .
ارواښاد وجدي صاحب دهيواد ديوه غښتلي او پياوړي فرهنگي خدمتگار په توگه دژوند په ټولو شيبو کښي خپله ملي اوافغاني دنده په ميړاني او افغاني شهامت تر سره کړيده ،دغه لوړادبي شخصيت دخپلي ژبي اوافغاني کلتوردپياوړتيا په لار کښي دزياتو ليکلو انځورونوپه وړاندي کولو سره بيله کومي ويري او تسليمۍ نه دخپل توان او طاقت پر اساس داسي تلاښونه سرته رسولي او گامونه اوچت کړي دي چي دهغو ياد به دافغان ولس په فرهنگي تاريخ کې تل پاتي خاطره وي .
ارواښاد وجدي دا دهيوادد پياوړي سياسي څيري په توگه هغه څوک ؤ چي يوه لهظه يې دخپل ربړېدلي ولس دژوند کړاونه او ستونزي ندي هير ي شوې او هميشه يې ددي غمځپلي او کړيدلي ولس دژودنددسياسي او ټولنيزو ښيرازيو ، اجتماعي عدالت ، مدني ټولني دجوړيدواوپه هيواد کښې ددموکراسۍدراتگ او ټينگښت په لار کې ستر فرهنگي او وطني خدمتونه سرته رسولي دي ، اودغه سپيڅلي او انساني ملي هدفونو ته درسيدوپه لارکښي هيڅ وخت دزمان واکدارانو ته ندۍ تسليم شوۍ .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه او ټول غړي پداسي حال کښي چي ارواښاوجدي صاحب مړينه دهيوادوالو لپاره ستره غميزه او لويه ضايع بولي ، ځانونه د ارواښاد وجدي صاحب دکورنۍ د ټولوغړو او علاقمندانو سره پدغه ستر غم کې شريک گڼي. پدي ټينگ باور لري چي ددغه فرهنگي اوادبي شخصيت د ملي او فرهنگې چوپړ ياد به دټول افغان ولس په زړونو کښي دهميش لپاره د يوې نه هيريدونکې خاطري په توگه پاته وي .
دروان ۱۳۸۴کال دثور ۱۵ نيټه
دټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب اله غمخور
",مرگ يو ځل بيا دافغان فرهنگې جونگړې ته سر را ښکاره کړ!!!
2590,,"
١٣٨٤ لمريز د غويي ١٧مه ( دخوشال فرهنګې ټولنې لارښوده شورا )
د نوميالي ليكوال، ژباړونكي اوفرهنګي ميرزاعلم حميدې دمړينې له امله
دخوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا دغمرازئ
پيغام
ستا له ستمونو دوره چا وته فريادكړم
وله مې په غشو ما همت درته نيولی ( د بيجاپور پرديس _ هجري )
غم په غم پسې اومرګ په مرګ پسې زموږ لمنه نه پريږدي ،ان چې لا ديوه ليكوال اوشاعر ،لاديوه هنر مند اوممثل جنازه خاوروته نه وي سپارل شوې چې بله ورپسې را روانه وي ، دابه زموږ نصيب اوبرخليك وي چې يوه ورځ مو هم دخندا زوږ اوشور په پرله پسې توگه په كور راننه نه ووت اوهمدا يوه چغه اويوغږ دى چې با يد وايې ورو اوورته وژاړوو. هومرګ ، او ژړا،اوهغه هم په پرله پسې توګه ...
... اودادى په دغه لړكې موديوه بل نوميالې فرهنګې يار اوخواخوږي ميرزاعلم حميدي صاحب په غم هم تغر وغوړاوه ، هغه څوك چې درې لسيزې يې دقلم دلارويوله كاروان څخه ځان اوخپلې فرهنګي هلې ځلې په خورا سختو شرايطوكي هم ونه سپمولې اوپه خپلو ليكنواو ژباړو سره يې په خپل وخت كې زموږ د دردونو اوغمونو تسل وكړ، موږ ته يې كيسې اوداستانونه راوژباړل داسې چې په يوه ځانگړي پړاوكې يې خپل پوره اثر اواغيز په ټولنه او روڼ اندو فكرونوكې درلود.د نامتو نړيوال اثر (ژوبڼ ) پښتو ژباړې اوچاپ يې په شپتموكالو كې بې شكه خپله مهمه اغيزه اووړتيا درلوده دومره چې زموږ په منځ كې د حميدې صاحب په ( ژوبڼ ) باندې نامتوشو. همداسې دټوكو خورجين اونورې ليكنې ېې په همدغه اندازه اغيزناكې اودپاملرنې وړوې اودي. دابه بې ځايه نه وي چې ووايو دده ژباړې وې چې دهغو په ترڅ كې موږ دختيزې نړۍ نوميالې تركي ليكوال عزيز نسين اودهغه دليكنې ځانګړى سبك اوانتقادي ژبه پښتوژبې ته ديوې ښكلې ډالۍ په توگه وروپيژندل . همداده چې كله په پښتوژبه كې د ژباړې خبره ياديږې بې شكه چې دارواښاد حميدې صاحب نوم په دغه برخه كې ديادونې اودرناوې وړوي.
حميدي صاحب ډيرې نورې داسې علمي اوافغاني ځانګړنې درلودې چې دهغوپه لرلواو وړتيا سره به زموږ له يادو اوخاطروڅخه كله هم په يوه خوا نه شي ، دى دوياړلې خوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا له خورا درنواوقدرمنوبنسټوالو څخه و، چې په عين حال كې يې ددغې ټولنې دمالې برخې هغه برخه چې كله يې هم له معنوي پانګې پرته نورڅه نه درلودل مسوول هم و، دخوشال فرهنګي ټولنې وياړلې مشر استاد روهي به ورته ويل : (( خيردى كه موږ پيسې نه لرو حميدې صاحب خولرو. )) په دې مانا چې دده په همت زموږ ټولې مادي ستونزې دټولنې دسمبالتيا په برخه كې زموږله پامه لويدلې وې. اوموږ په دغه برخه كې په تش لاس دومره برلاسي وو چې په يوه خورا لنډه موده كي موخپل ملي اوفرهنګي هويت په يوه ستررسالت باندې بدل كړ.
دخوشال فرهنګي ټولني لارښوده شورا اوټول خواخوږي ، پوهان اوفرهنګيان په هيواد كې دننه اوله هيواده دباندې دخپل دغه وياړلې غړي اوبنسټوال په ناڅاپي مړينه خپله ژوره خواشيني دخپلې ټولنې ټولوغړو، هيواد والو اودده ارواښاد كورنۍ ته دزړه له كومي څرګندوي اوپه دې باوري دي چې دحميدې صاحب مړينه دافغانستان دروڼ اندي، ادبې اوفرهنګي پاټكي په منځ كې يوه ستره اونه جبران كيدونكې ضايعه ده .
اروا دې ښاده اونوم يې تلپاتې!
دخوشال فرهنګې ټولنې لارښوده شورا ( کابل )
نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال
",غم په غم پسې اومرګ په مرګ پسې زموږ لمنه نه پريږدي
2591, ميرزاعلم حميدي,"
١٣- مارچ - ٢٠٠٥ ( ميرزاعلم حميدي ) هالنډ
کاشکې
سیاست کې سپیڅلتیا او حقــــــــــــیقت وای
نه کـــــــنځلې ، نه دروغ مـــــــــــــــنافقت وای
په مـــــوټرو او چوکۍ باندې جنــګ نه وای
نه خپګان، نه پس پسې او نه غیــــــــبت وای
د وطن د سمـــــــــسورتیا مینه لومـــړۍ وای
سیاسي مـــــــــــداریان نه وای لـیــاقت وای
پت عــــزت پکې خوندې د ټول ولـس وای
نه خادست،نه کې جې بې، نه بــــــربریت وای
نه پلـــــــــمې نه دسیسې او نه نــــــفرت وای
یو تربله همکاري قدر وعــــــــــــــــــــزت وای
وروروالــــــي، بــــــرابري، مـــــــــــهرباني وای
په ازاده ژوند کـــــــــول د بــــــــــــــشریت وای
نه ټـــــګي، نه غــــــــلامي، نه چــــــالاکي وای
په خپل مــــــنځکې یو تر بله شـــــرافت وای
نه لاســــــــپوڅي جاسوسان د بل هیواد وای
نه خاین او نه د بل په پـــــــــــیسو مست وای
نه ټانــــــکونه، طــــــــیارې او نه ټوپک وای
نه کــــــورونو چـــــــورول نه غـــــــــنیمت وای
نه زنــدان، نه زولــــــنې، نه ځــــــــورول وای
نه د یـــوه بل اچــــول او رقــــــــــــــــابت وای
نه غــــــــــــــــــــــــمونه، فریادونه، نه وژل وای
نه ښـــــــــارونو ورانــــول نه خــــــــــیانت وای
یو پــــــــر بل د تـــــــــــوغندیو بـــــاران نه وای
خپـــــل هیــــــواد ابادول ستر انسانیت وای
نه وهـــل، بندي کـــــول، نه ســــــــــــپکول وای
څـــــــــارنوال او قـــــاضي دواړه د ملت وای
نه برقــــــــونه، نه ډنـــدې، نه سر وهـــــل وای
د وطن مـــــینه مـــــــعیار د لــــــــوړ همت وای
نه نفاق، نه د قومونو لمــــــــــــــــــــــــسول وای
اتحــــــــــــاد او وروروالـــــي مینه الفت وای
د خـــــواښیو کاروانونه پــــــــــکې روان وای
هـــرې خـــواته فـــــــــــابریکې او نظافت وای
چې مـــــلي احساس له هر څه نه اوچت وای
دغــــه شانې زموږ کټ مټ ســــــــیاست وای
حق ویـــــل خــــیانت نه وای هـــــــــڅول وای
خپل ګــــــناه پــــټول نه وای شــــجاعت وای
د ولــــــس دود او دســـتور ته احـــترام وای
قـــــوم پالنه لوی همت ننګ او غیرت وای
وســـــــیله د لــــــوړ مــــقام پـــوهه کــمال وای
ظلم نه وای خپل اختیار، خپل حاکمیت وای
ټــــول کارونه په علـــمي مـــــــنطق ولاړ وای
ټـــولو چــارو کې جـــرئت او عـــــــــدالت وای
یــــو د بل تر منځ سیــالي وطن خدمت وای
د قومو تر منځ وروري مـــلي وحــــدت وای
د جـــوړښت او د نــوښت مخــــنیوای نه وای
په هــر کار کې وجـــــدانې ښه قضاوت وای
ځــان ستایل د بل غندل شرم او عــــــار وای
نه چې خپل کار باندې بل څوک ملامت وای
نه ظـــــالم او نه جـــابر، نه غــــــــوړه مال وای
زمــوږ هــیواد کې دغه رنــګه زعـامت وای
روغـــه، جــوړه د قـــــومو تر مــنځ شعار وای
اوس به زمــــونږه تر اسمانه سر اوچت وای
با وقـــــــــاره با وجــــدانه رهــــــــــــــبران وای
ســــــــــیــاست کې پت عــزت اوفضيلت وای
١٩٩٦ - ٤-٢٧
",کاشکې
2592,قريب الرحمن سعيد - ناروې,"
١٣٨٤دغويي ٢١ ( قريب الرحمن سعيد – اوسلو پوهنتون - ناروې)
ددې ليکني لومړی برخه دوهمه برخه دريمه ( وروستۍ برخه )
د نل لیکو د غزیدو تر مخ کورنۍ ستونزي
وروستۍ برخه :
امنیتي حالات
لکه څرنګه چي مخته مو ورته اشاره وکړه ددغي نل لیکي د غځېدو تر مخ چي کوم ستر خنډ ونه په دغه تیرو څو نظامونو کي موجودوو او دهغه نظامونو د له منځه تللو یو ستر عامل هم دغه وه چي د یو نیکال د تیلو کمپنۍ ورته د کلونو کلونو را هیسی ځان جوړ کړي و . د پرو فیسور رباني د رژیم په وخت کي دغه کار ځکه نا شونی و چي هغه نه یوازي په ټول هیواد بلکي د کابل په ښار کي هم خپل حاکمیت ټینګ نه شو کړای او هغه ولایتو نه چي دغه نل لیکه ترې تیر یدله ، ټول د بشپړي انارشۍ سره مخ و ، خو د رباني د رژیم د سقو ط وروسته د طالبانو د نظام په وخت کي دغه کار تر ډیره شونی ښکاریده . خو د طالبانو د نظام ستونزه داوه چي هغه نظام تر اخر ی وخته پوري د امریکایانو له لوري په رسمیت و نه پیژندل شو . طالبانو هم د امریکا ددغي پالیسۍ په مقابل کي د یو نیکال د تیلو کمپنۍ ته په یوه اواز د خدای پامانی ځواب ورکړ او پر ځآی یې د ډلټا کمپنۍ چي د سعودي لخوا تمو یل کیږي غوره کړه . طبیعي ده چي دغه کار امریکایان نور هم وپارول او بالاخره د نورو عواملو تر څنګ د یونیکال کمپنۍ د طالبانو د نظام په خلاف پر یکړه و کړه چي نوره کيسه یې ټولو لو ستونکو ته څرګنده ده .
د طالبانو د نظام وروسته کله چي ولسمشر کرزي ته د افغانستان واک تر لاسه شو نو یو ځل بیا د تیلو او ګازو د نل لیکي د غزولو کار د یونیکال کمپنۍ ته و ر وسپارل شو . خو دغه کار بیا لکه د رباني د رژیم په څیر د امنیتي ستو نزو سره مخ دی . په دغه ستونزو کي یو ډول هغه دي چي د بهرنیو ملاتړ ورپه برخه دی تر څو ددغه سیمو امنیت خو ندي پاته نشي . او ورځني حالات او خبرونه دا په ډا ګه کوي چي په او نۍ کي درې څلور ځلي دداسي پیښو خبر ورکول کیږي چي په کي د ایتلافي ځواکونو په ګډون دولتي ځواکونه هم خپل سرونه له لاسه ورکوي . د کندهار ،زابل ، هلمند ، فراه ، نیمروز او بولدک حالات ډیر زیات کړکېچن دي او داسي بریښي چي امریکایانو او نورو ایتلافی ځواکونو هم په دغه غرنیو سیمو کي خپله حوصله له لاسه ورکړې وي . او بل ډول یې هغه حالات دي چي ددولت دمنسو بینو د بې تجربه ګیو او یا د منصب څخه د ناوړه ګټي اخستو په اساس را منځته شوي دي . او په دې تر تیب یې سیمه د کړ کیچ نه ډکه کړې او دې ته یې زمینه برابره کړې چي هیواد د تیلو او ګازو د نل لیکي د غځولو دغه طلایي چانس هم له لاسه ورکړي چي مو نږ یې د د نمو نې په تو ګه یو څو بیانوو
الف _ د افینو جنګ
په داسي حال کي چي هیواد د یوې اوږدې جګړې او ستري وچ کالۍ له ستونزو څخه راوزي او د هیواد دښتي او غرونه یو ځل بیا د مو سمي بارانو په واسطه شنه را ټو کیدلي د هیواد و ګړي هم د خپل اقتصادي سمو ن په خا طر هڅه کوي د تیرو وچ کالیو زیان په لږ وخت کي يا و کاږي . په دې کي هیڅ شک نه شته چي افغانستان یو زرا عتي پر خپلو پښو ولاړ هیواد و او د ځینو خپروو شوو احصا ییو له مخي که چیري د هیواد د خړوبولو سیستم په صحیح تو ګه په کار وا چول شي او د هیواد د سیندونو څخه [ چی همدا اوس تر ې ګاونډی هیوادو نه پوره پوره ګټه اخلي ] په صحیح تو ګه ګټي واخستل شي ، نو دغه هیواد او ددې هیواد و ګړي به ډیر ژر پر خپلو پښو ودریږي . خو تر هغې چي حالات هغې کچي ته رسیږ ي نو د هیواد والو له پاره په اقتصادي تو ګه د را پورته کیدو یوا زنۍ لار د افینو کرهڼه ده .
طبیعی ده چي که په یوه جریب خړوبه ځمکه کي افیون و کرل شی نود ۲۵ جریبه خړوبي او د هغی زیاتي ځمکي په اندزه د غنمو حاصل ورکوي . خو هیوادوال د بین المللی او په ځانګړې تو ګه د امریکایانو تر فشار لاندی دي چي باید د افینو کرهڼه بنده کړي ، که لږ څه تم شو او دا ومنو چي د افینو کرهڼه دي بنده کړل شي ، نو هغه لاري چي د افنیو د کرهڼي د بندیو وروسته په وټیزه تو ګه د هیواوالو له پاره ګټه وري ثا بیتیږي هغه کو مي دی ؟
په هیواد کي صنعت په ډیر ډیر لمړني پړاو کي دی نو په صنعت کي کلیوالو او دهقانانو ته ونډه نه شته . د کرهڼی د خړو بیدو سیستم پوره بې کاره او له منځه تللی دی . په دې اساس دهقانان نه توا نیږي چي خپله ټوله ځمکه و کري . تر څنګ یې د ښووني او روزني مسله هم تر ډیري لاندي کچي پوري ده ، نو که چیري دولت او یا ایتلافیان زموږ د هقانان مجبوروي چي د افنیو د کرهڼی نه لاس و اخلی نو بیا خو روته د متبادل کار او په اقتصاد ی تو ګه د خپلو پښو ددریدو یو ه لاره و ښایاست ؟
همدا لامل و چي دکندهار د ميوند په ولسوالۍ کي د دهقانانو او امنیتی ځوا کونو تر مینځ په نښتو کي مړي او زخمیان په ډګر پر یښوول شول او د هغي پسي د هرات و د ولایت په یوې ولسوالی کي هم ددهقانانو کو تکونه او دد امنیتي ځواک د ټوپکو تر مینځ شخړه وشوه چي امنیتی ځو ا کونه یې تښتیدو ته مجبور کړل . د ننګر هار د ولایت په ډیرو سیمو کی داسی پیښیي را منځ ته شوي او ان تر دې چی خلکو مظا هر ې و کړې او او د احتجاج اواز یې د بین المللی را ډیو ګانو له خوا نشر شو .
همدا راز د هلمند په ولایت کي دمو ټر سایکلونو پر ګرزیدو او دتیلو په خرڅلاو تر څو اونیو پوري بندیز لګو ل پخپله په دغه کشمکش کی دډیر ښت سبب ګرزي . دا او داسي نوري پیښي هغه څه دي چي ددې په واسطه په ولس کی یوه عمومي غو غارا پورته کیدای شي . او ددولت مسولین د پوره بې کفایتۍ نه په دې لړ کي کار اخلي او خلک تر دیوالو پوري و ر پوري وهي . او هر څومره چي امنیتي و ضعیت خر ابیږي هما غومره دغه ستره پرو ژه ځنډ نۍ کیږي ځکه د پروژې مسولین د پروژی د خو ندي توب په هکله شکمن ګرځي
ب _ د مهاجرینو ستو نزه
په ایران او پا کستان کي د افغانستان د مها جرینو له پاره حالت ورځ په ور ځ خرابیږ ي . د پاکستان د پو لیسو او مقاماتو د حصول یو ه ستره سر چینه مهاجرین جو ړوي . په ایران کی هم د پا سدرانو په لاس هر څو ک چي ورځي هغه سرحد ي کمپونو ته په داسي حال کی لیږدوي چي د هغې کورنۍ ته هیڅ معلومات نه وي ورپه برخه شوی .
ددې کار څخه ددې هیوادو هدف دادی چي څومره ژر چي کو لای شي مها جرین افغانستان ته ورپوري وهي په غربي نړۍ کي هم دغه ډول هڅي تر ستر ګو کیږي چي د المان هيواد نننۍ ( ١١ می ٢٠٠٥ )مظاهرې يې ښه بېلګه ده . خو ستو نزه داده چي د افغانسان اقتصادي ، سیاسي او امنیتي حالات ددی جو ګه نه دي چي دومره ستره شمیره مها جرین په یو ه نا څاپي تو ګه په خپله غیږ کي واخلي . مها جرین چي بیرته را ستنیږي نو د سر دخو ندي کیدو ځای ته اړ تیا لري ، چي په طبیعي تو ګه یی نه لري او که لري یې هم نو وران ویجاړ حالت کي . هغوی کار ته اړتیا لري چي نه ورته پید کیږي . هغه څه یې چي له ځا نه را وړي وي هغه تر ې اخوا دیخوا ولګیږي او بیا نو مجبورا په ناوړه کارنو لاس پوري کوي . د ګاونډیانو هدف هم همدا دی چي افغانستان د ستونزو سره مخ وي . په هیواد کي هم داسي با کفایته اداره نشته چي ددغه ستو نزو د حل له پاره پلانیزه شوی پرو ګرام تر لاس لاندي ولري ، نو طبیعي ده چي د خپل ګران هیواد په لور د مهاجرینو هجوم به ډیر ي زیاتي ستو نزي پیدا کوي چي تر ټولو مهمه ستو نزه یې د امنیت کړکیچمن کیدل دي . او امنیت تر هغه وخته پوري خو ندي نه شي پاته کیدای تر څو پوري چي د خلکو اقتصادي مسایلو ته تو جه نه و ي شوې چيدغه کار پخپله دداسي او داسي نورو سترو اقتصادي پروژو تر مخ خنډونه پیدا کوي . ځکه د اقتصادي پر مختګ تر شا چي کوم عوامل کار کوي د هغې څخه یو هم سیاسي ثبات او امنیت دی .
زمونږ خپلی معدنی زیرمی
د الله فضل دی چي افغانستان پخپله د ډیرو سترو معدني زیرمو خاونددی په دې هکله د ۱۹۹۴کال د اکتوبر په ۱۲ می یوه افغاني لوړپوړي هیئت ته د امریکا د بو سټن په پو هنتو ن کي د افغانستان پیژندني په مرکز کي د افغانستان د معدني مو دو او د هغې د زیر مو په هکله نژدې څلو سا عته لکچر ورکول شو . په دغه لیکچر کي د سپوږمکیو په واسطه اخستل شویي عکسونه او تر څنګ یې د ریسرچ او څیړنی هغه را پورونه چي نوی نوی را غبرګ شوی وه و ښوول شول . ددغي ناستی ډیر ه لږه برخه زما د یاداشت په کتا بچه کی پرته چی غواړم دلته یې یو ځل بیا په هما غه تو ګه و لیکم . البته ددی هریوه په هکله زه خپل نظر لرم چي دلته یې د مضمون د اوږدیدو په خاطر نه شم ځایولی. انشاالله په راتلونکي کي به په دې هکله تفصیل سره بحث و کړم.
+افغانستان د صنعتي زیرمو له اړخه د نړۍ یو د سترو سیالو هیوادو څخه دی . چي که چیري دغه زیرمي په صحیح تو ګه را و سپړل شي او کار ترې وا خستل شي نو د افغانستان هر ه زیرمه ددې هیواد د بیا بیا ا بادیدو ضمانت ورکوي . که څه هم په دې هکله وویل شو ل چي افغانستان د یورانیمو ستره زیرمه درلوده چي در وسانو لخوا غارت شوه او روسیې ته منتقل شوه .
+ د حاجی ګک غر په نړۍ کی ددویمی او پنځمی درجې تر مینځ د اوسپني تر ټولو لویه ذخیره لري.
+په لو ګر کي د عینکو مس یا د مسو کان په نړۍ کي تر ټولو ستره زیرمه جوړوي چي د افغانستان د څو ځله بیا ودانۍ له پاره پوره والی کوي .
+په پنجشیرکي د زمردو ، یا قوتو او بیرجو اونورو ارزښتناکه تیږو تر ټولو ستري زیرمي مو جود دي چي همدا اوس ضایع کیږي . او په ناوړه تو ګه تر ې یو شمیر وګړي ګټه پورته کوي
د یوه امریکایي پوه له وینا له مخي افغانستان په شرقی اسیا کي تر ټولو ستري طبیعيزیرمي لري . خو د ترانسپورت وسا یل او اسانتیاوي نه لري . نو که چیري د بین المللی په کار پوه کمپنیو سره د هغوی د استخراج په هکله قراردادونه و شي نو په دې ډاډمن یم چي ګران هیواد به ډیر ژر ددغه اقتصادي بد حالت څخه راووزي او خلکو ته به د کار د پیدا کیدو او بډای ژوند لاري په لاس ورشي
+ په ننګرهار ، پکتیا ، پکتیکا او همد راز په میمنه . مزارشریف ، شبر غان کي د ګازو او تیلو ستر ي ستري زیرمي مو جودي دي
یادونه :
د پخواني پادشاه ظاهرخان په وخت کي دافغانستان په شمال او جنوبی شرقي سیمو کي د تیلو او ګازو د تفحصاتو له پاره مختلفو کمپنیو کار پیل کړی و . په شمال کي امریکایانو غو ښتل په تفحصاتو کي برخمن شی خو د هغه وخت د روس د زبرځواک د مخالفت په اساس دغه کار و ځنډید. همدا راز د پکتیکا او خو ست په ولایتو نو کی د فرانسوي کمپنیو له اړخه د تفحصاتو کار پیل شوی و خو هغه هم د روسانو د سخت مخالفت سره مخا مخ شو . څر نګه چي هغه نظام هم ډیر بې کاره او د ګاونډیو په بسپنه ولاړ و نو دغه ستري پروژی هم هغه نظام تر سره نشوای کړای. که چیری په هغه وخت کي د فاریاب او د هغې په همسایه ولایتو نو کي دغه کار تر سره شوی وای نو اوس به د ترکمنستان د تیلو او ګازو د نل لیکي پر ځای د افغانستان نل لیکه نړۍ ته غځیدلې وای ځکه د ترکمنستان د تیلو او ګازو زیاتي زیرمي د افغانستان سره په سرحدي سیمو کي پر تې دي او اوس هم که افغانستان په دې هکله اقدام وکړي نو بې له شکه چي دغه زیرمي به دافغانستان د اقتصاد له پاره د ملا د تیر حیثیت پیدا کړي .
همداراز د پاکستان له اړخه د پکتیکا او خوست د ولایتو نو د سرحدی سیمو سره نژدی دتیلو او ګازو د استخراج کار په پراخه پیمانه روان دی نو که افغانستان یو ځل بیا هماغه پخوانۍ پروژی تر لاس لاندي واخلي نو د پا کستان پر ځای به افغانستان دخپلو زیرمو خاوند شي .
د افغا نستان دولت اوس ډیر زیات ملي او بین المللی امکانات تر لاس لاندی لري خو با کفایته اداره نلري . په کار ده چي ددولت مسولین د با کفایته ادارې په جوړولو کي د هیڅ ډول جوړښتونو نه کار وانخلي او اهل او په کار پوه کسان په دې لاره کي استخدام کړي
.
او اوس باید ددغه ستري پروژې د تکمیل په لاره کي چي کوم خنډونه موجود دي دولت دي په پوره ډاډ سره دغه خنډونه له منځه یوسي او دغه پروژه دي د بین المللي ملاتړ په واسطه د تکمیل مرحلې ته ورسوي.
د هغی ورځی په ارزو.
",د ترکمنستان د ګازاوتیلو د نل لیکو غځول ( دريمه برخه)
2593,عبدالله احسان,"
ښاغلی مېرزا علم حمیدي د عبدالحمید زوی د ۱۳۲۰لمریز کال د زمري دمياشتي پر شلمه نېټه د خوست ولایت د اسمعيل خېلو قوم دډډوالو په کلي کې زیږیدلی دی . لومړۍ زده کړې یې په ۱۳۳۳ کال کېد
ارواښاد ميرزاعلم حميدي ( ١٣٢٠ _ ١٣٨٤ )
ښاغلی مېرزا علم حمیدي د عبدالحمید زوی د ۱۳۲۰ لمریز کال د زمري دمياشتي پر شلمه نېټه د خوست ولایت د اسمعيل خېلو قوم د ډډوالو په کلي کې زیږیدلی دی .
لومړۍ زده کړې یې په ۱۳۳۳ کال کې د اسمعيل خېلو او مندوزیو په ښوونځي کې بشپړې کړي دي او د لوړو زده کړو لپاره کورنۍ ستونزو ورسره یاري نه ده کړې خو دکار پر مهال یې د هغه وخت د عصري ډبل انټري سیسټم د عمومي محاسبې او ادارې (Double entry general Accounting and Management) اتلس میاشتنی کورس په لشکرګاه کې لوستی دی او همدار نګه یې دوه ځلې په محاسبوي سیسټم کې د نویو بدلونونو د زده کړې درې میاشتني کورسونه هم پای ته رسولي دي .
ښاغلی حمیدي د سوداګرۍ وزارت تر رتبې هسک ( فوق رتبه) مامورو چې له خپل هیواد څخه تښتې ته اړ شو او اوس په هالېنډ کې د پردسۍ شپې سبا کوي .
د مېرزا علم حمیدي تر سره کړي دندې ، وختونه او ځايونه يې :
۱- سرطان ۱۳۳۵ - ثور ۱۳۴۲ د هلمند په لوی ریاست کې د افغاني ساختماني دستګاه «محاسب »
۲- جوزا ۱۳۴۲ - جدي ۲ ۱۳۵ په مالیې وزارت پورې اړوند د خیبر رستورانټ « د محاسبې مدیر »
۳- دلو ۱۳۵۲ - حوت۱۳۵۳ په فواید عامې وزارت رر په ایټالوي Sautiکمپنۍ کې چې د ایران سرحداودیشو ترمنځ یې داورګادي پټلۍ سروې کوله او دلارو ــ ډګرونو د لوی ریاست تر ادارې لاندې یې کار کاوه « د حسابي او اداري چارو امر »
۴- حمل ۱۳۵۴ - ثور ۱۳۵۷ په ایټالوي شخصي شرکت ( د کلیمډ شرکت) « دمحاسبې مدیر »
۵- ثور ۱۳۵۷ - قوس۱۳۵۷ په مالیې وزارت پورې اړوند د هوټلونو تصدۍ «لوی رئیس »
۶- جدي ۱۳۵۷ - حوت۱۳۵۹ په سوداګرۍ وزارت رر رر د کرهڼې صنایعو د پراختیا مرکز چې د جهاني بانک په پیسو او متخصصانو چلیده « د حسابي او اداري چارو امر »
۷- حمل ۱۳۶۰ - میزان۱۳۶۲ په سوداګرۍ وزارت رر رر د لاسي صنایعو د پراختیا اود صادراتو مرکز « رئیس »
۸-عقرب ۱۳۶۲ - قوس۱۳۶۸ په سوداګرۍ وزارت رر دافغان نیچي په نوم دافغانستان ــچاپان تجارتي شرکت « رئيس»
۹-جدي ۱۳۶۸ - حوت۱۳۶۸ په سوداګرۍ وزارت رر رر د کورنۍ سوداګرۍ « رئیس »
۱۰-حمل ۱۳۶۹ – جدي ۱۳۷۱ په سوداګرۍ وزارت رر رر د اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو د نندارتون «رئیس »
ښاغلي حمیدي د تجارتي چارو د پرمختیا او پراختیا لپاره هندوستان ، پاکستان، روسیې، اذربایجان، منګولیا، بلغاریا، چکوسلواکیه، هنګري، انګلیستان، فرانسې، ختیځ او لویدیځ المان او اووه ځلې جاپان ته رسمي سفرونه کړي دي .
خولکه څنګه چې وایې : «ځواني د زده کړو موسم دی . منځنی عمر د وړ اند، هوښیارۍ او پوخ والي دوران دی . له دواړوتېروموسمونو څخه د تجربو لاس ته راوړل د ژوند دریم پړاو دی . خو وړ اند ، هوښیاري او تجربې تر زده کړې اړینې او ارزښتناکې دي . همدا رنګه د حمیدي صاحب بل تلپاتې اړخ هم دده ادبي هلې ځلې دي ؛ لکه چې له دندو او زده کړو یې ښکاري که څه هم ده ادبیات نه دي لوستي خوتر کومه چې ښکاره ده نوموړي له څلویښتمو کلونو راهیسې د هیواد په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپلې لیکنې خپرې کړي دي ؛ دده ځینې سیاسي لیکنې د ډډوال، ښکارندوی او کلیوال په مستعارونومونوهم خپرې شوي دي او کله کله یې یو نیم شعرهم لیکلی او خپور شوی دی خوحمیدي صاحب د پښتو ادبي نثر په وده او بډایۍ کې ډیره ستره او ارزښتناکه برخه تر سره کړې ده چې تر اوسه یې پنځلس غوره اثار ( د سړي لار، ژوبڼ، د ټوکو خورجین، وری څنګه لېوه شو؟، بختوره پېشو، دوه مخي کسان، ژورې خبرې، د بریالیتوب لار، د زړې ادې کیسې، د کاڼي زړونه، د ملانصرالدین کچکول، چلباز، بدمرغه ټاپو، د بري راز . څو سیاسي خبرې او د افغانستان ودانول) چاپ او خپاره شوي دي خو نوموړی لا تر اوسه هم ځان لیکوال او شاعر نه بولي وایې چې :« زه یوازې په لیکوالو او شاعرانو پسې اوږي ټولوم . »
نوموړي د خپلو لیکنو او ژباړو« دخوږه یاد» په هکله وایې چې : « د جورج اروېل نامتو نړیوال اثر (Animal Farm) مې چې په کمونیسټی دیکتاتوري پورې یې ملنډې وهلي دي او د دوی ټګۍ ، برګۍ یې ډیرې ښې راسپړلي او په ګوته کړي دي او کټ مټ هماغسې وشول چې جورج اروېل یې په ١٩٤٥زېږديزکال کې وړاند وینه کړي وه ؛ پر افغانستان باندې د شوروي یرغل پر مهال د «ژوبڼ » په نوم و ژباړه او د ۱۳۶۷ په پسرلي کې مې په خپل ځانګړي لګښت چاپ او خپور کړ چې نه یوازې یې د هیواد پالوفرهنګیانو او لوستونکو له خوا داسې تود هرکل وشو چې مایې فکر هم نه و کړی بلکې د هغه مهال د لیکوالو اتحادې رئیس وتلی او نامتو لیکوال رهنورد زریاب او همدا رنګه د پېژندل شوي نامتو شاعر واصف باختري په مشرۍ یوه ډله فرهنګیان زما کور ته د مبارکۍ او شاباسي لپاره راغلل چې د دوی دغه هڅونه مې تر اوسه هم « د خوږه یاد» په توګه د زړه په تل کې ځای لري . »
د ارواښاد حميدي چاپ شوي اثار :
١ _ د سړي لار ١٣٥٧
٢_ ژوبڼ ١٣٦٨
٣_ د ټوکو خورجين ١٣٧٠
٤_ وری څنګه لېوه شو؟ ١٣٧٤
٥ _ بختوره پېشو ١٣٧٤
٦_ دوه مخي کسان ١٣٧٥
٧ _ ژورې خبرې ١٣٧٥
٨_ د برياليتوب لار . ١٣٧٨
٩ _ د زړې ادې کيسې ١٣٨٠
١٠_ دکاڼو زړونه ١٣٨٠
١١ _ د ملانصرالدين کچکول ١٣٨١
١٢ _ چلباز ١٣٨٢
١٣ _ بدمرغه ټاپو ١٣٨٢
١٤_ د بري راز ١٣٨٣
١٥ _ څو سياسي خبري او د افغانستان رغونه ( دغه کتاب دچاپ پر لاره دی )
يادښت :
ښاغلي حميدي لمړی خپل پنځلسم کتاب د( څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ) په نوم يادکړی و ،دا کتاب په بېنوا ويبپاڼه کښي چي ٤٦ سرليکونه لري ٤٦ پرله پسې ورځي د بېنوا ويبپاڼي له لاري خپور شو،کله چي ارواښاد حميدي په بېنوا ويبپاڼه کښي تر خپرېدلو وروسته د کتاب دچاپ پرېکړه وکړه دتيلفون له لاري يې راته وويل چي دکتاب د ليکوال ښاغلي کريم ميثاق سره يې تر مشورې وروسته کتاب ته د ( څو سياسي خبري او د افغانستان رغونه ) نوم غوره کړ .
ښاغلي حميدي د خپل وياړمن ژوند د پای د شېبو څخه پنځه ورځي مخکي يو فکس رالېږلی و چي بايد زنګ ورته ووهم ، خو کشکي دومره په بخت تکړه وای چي د ارواښاد سره مي يو ځل بيا خواله شوي وای !
دا چي خدای بخښلي حميدي به څه ويل غوښتل ، هغه يې له ځانه سره يوړل ، او زه به يې دا خاطره تر ډېره هېره نه کړای شم !
ښاغلی حميدي ( دوشنبه د ١٣٨٤ لمريزکال دغويي دمياشتي پر ١٢مه نېټۀ ) د زړه د ناروغۍ له کبله د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي آ ايم سي روغتون ( A.M.C. Amsterdam ) ته لاړ، سې شنبه يې د زړه لومړی او دوهم جراحي عمليات وشو ، او د همدې اوونۍ په وروستۍ ورځ نن ١٦ - غويي - ١٣٨٤ د جمعې دمبارکي ورځي سهار اووه بجې يې د ٦٤ کالو په عمر نور له دې نړۍ د تل له پاره سترګي پټي کړې ! ( روح دې ښاد وي )
",ارواښاد ميرزاعلم حميدي
2594,,"
د خدای بخښلي ميرزاعلم حميدي دجنازې مراسم يکشنبې د ٢٠٠٥ کال د می د مياشتي پر اتمه نېټه د ماسپښين د يوې بجې څخه تر دوو بجو پوري د هالنډ داتريخت په ښار کي ترسره کيږي .
په دې مراسمو کي به د خدای بخښلي حميدي وروڼه : حاجي علي مرخان ، حاجي ميردالي خان زامن : درمل حميدي ، شېرشا حميدي او پاڅون حميدي برسېره دارواښاد د کورنۍ غړي او دوستان ، په هالنډ کي مېشت افغان ليکوال فرهنګيان ، او فرهنګپال ، دجرمني ، بلجيم او يو شمېر نورو اروپايي هيوادونو څخه د افغاني ټولنو استازي ګډون وکړي .
ښاغلي پاڅون حميدي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د ارواښاد حميدي جنازه به راروانه چارشنبې د می دمياشتي پر ١١مه نېټۀ د جرمني دفرانکفورټ له هوايي ډګر څخه کابل ته ولېږدل شي چي د پنجشنبې سهار ( ٨٤ لمريز کال د غويي ٢٢مه ) د می دمياشتي پر ١٢مه به کابل ته ورسيږي .
ښاغلي پاڅون حميدي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي دوی به د ارواښادجنازه کابل ته د رسېدلو سره سمه د خوست ولايت پر لور ولېږدوي، چيري چي به راروانه جمعې ورځ د غويي دمياشتي ٢٣مه داسمعيل خېلو - ډډوالو په سيمه کي د جنازې د وروستيو مراسمو وروسته په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپال شي .
په هالنډ کي دجنازې مراسم :
د ارواښاد حميدي دجنازې مراسموکي دګډون کوونکو څخه هيله کيږي چي دراتګ پروخت له لاندنيو مالومات کار واخلي :
پته :
Wezerdreef 11 _ 3562 BC UTRECHT
نېټۀ اووخت : ( يکشبنه ( ٨ می ٢٠٠٥) ، د ماسپښين له يوې بجې څخه تر دوو بجو پوري - 13:00 _ 14:00 )
د مالوماتو له پاره :
په دغه ټيلفون شمېرو زنګ ووهئ :
0031630907958
0031617308384
لاندنۍ نقشه به ستاسو سره د لاري په پيدا کولو کي مرسته وکړي
Wezerdreef 11 _ 3562 BC UTRECHT ",د ارواښاد حميدي جنازه
2595,,"
١٣٨٤ د غويي ١٧مه
د كابل د عيدګاه جامع جومات مخې ته له غازي لوبغالي (سټوډيوم) سره څېرمه د لوى احمدشاه بابا عكس، نن شپه د ځينو ناپېژندويو كسانو له خوا څيرې كړل شوى دى.
احمدشاه بابا چې د افغان ملت ملي مشر او يوه ستره ملي څېره ده، د افغانانو په زړونو كې د يوه ملي شخصيت په توګه ځانګړى ځاى لري، خو نه ده څرګنده چې له دې كار څخه د ورانكارو موخه څه وه؟
پر دې خبرې د اطلاعاتو او كلتور وزارت څه غبرګون نه دى څرګند كړى، خو زيات خلك يې په غوسه كړي دي. ځينو كسانو خو د افغانستان په فرهنګي چارو كې د ولسمشر ځانګړي وزير زلمي هېوادمل سره هم اړيكي نيولي، خو نوموړي چې له دې واورېدل، څرګنده نه ده چې څه اقدام به كوي.
",د يوه ملي مشر انځور ولې څيرې كړل شو؟
2596,,"
١٣٨٤ - غويی - ١٧ ( کټوازی-سيول کوريا)
په سهيلي کوريا کي دافغانستان سفارت خبرتيا
دګرانو وطنوالو څخه غوښتنه
ګرانو لوستونکو دجنوبي کوريا سره دافغانستان ديپلوماتيک اړيکي دزيږديز کال ١٣٨٣ لمريز کال کي جوړ شوي،اواوس زمونږ او ستاسو په ګډ کور درې رنګه ملی بيرغ رپيږي . لکه څرنګه چه پخوا دافغانستان نمايندګي په دې هيواد کی نه وه نو په دې اساس ددې هيواد وګړو دافغانستان دلرغوني تاريخ او کلتور په هکله ډيرکم معلومات لري . ددې هيواد نړيوال کلتوری مرکزاو يو شمېر نورو لويو پوهنتونو دافغانستان له سفارت څخه غوښتنه کړې چه دافغانستان دتاريخ کلتور،ژبو،،ادب اودنورو ګتورو معلوماتو په ورکړه کښي ورسره کمک ووکړي ترڅو دافغانستان دا وياړلی زوړ تاريخ او کلتور ددې هيواد وګري ووپيژني. دهغو ټولو په وطن مينو بااحساسه وروڼو چه په بهرنيو هيوادونو کي ميشت دي دزړه له تله هيله کیږي چي که په دې اړوند په انګليسي ژبه کتابونه ،یا نور داسي معلومات لري له مونږ سره يې شريک کړي،زه هيله لرم چي ستاسي ملي احساس به زمونږ او ستاسي دخپل کلتور په پيژندګلوۍ کي لويه ونډه اداکړي . دسرلوړي،یو موټي ،هوسا ،او لوی افغانستان په هيله .
پتي دادي :
Afghanistan Embassy 27-2, Hannam-Dong
Yongsan-Gu,Seoul 140-210 Republic Korea
katawazai2002@yahoo.com
",د وطنوالو څخه غوښتنه
2597,,"
١٣٨٥کال د غويي ١٧مه
کابل: د کابل په زړه کې د يوې سختي چاودني په ترڅ کې لږ تر لږه درى کسان نن مازيګر ناوخته ووژل سول او څو نور ټپيان دي. مالومه نه ده چې د نوي ښار پارک ته مخامخ په انټرنټخوني کې چاودنه ځانمرګي وه او که کوم چا په لاسي بم بريد ترسره کړ. ويل کېږي چې د چاودني په مهال درى بهرنيان هم په انټرنټخونه کې ناست وو. د مړو سوو کسانو پېژندنه تر اوسه نه دي سوي او د پېـښي سيمي اوس د پوليسو لخوا ساتل کېږي چې څوک ورته نه پرېږدي. داسي ويل کيږي چې يوه کس چې پر منځ کې دوه ځايه سوى کيداى سي ځانمرګى بريد ترسره کړى وي خو د پېښي په ځاى کې نور شاهدان بيا د لاسي بم د بريد خبر ورکوي. ټپيان د پېښي ځاى ته نږدې د کابل بيړني روغتون ته لېږدول سوي. ",په کابل کې په شکمن ځانمرګي بريد کې درى تنه ووژل سول
2598,,"
",
2599,,"
١٧ د غويی
د هاليوډ سينما وتلې ستوری او د ملګرو ملتونو استازې انجلينه جولی د نړيوالې ټولنې څخه درې مليونه پاکستان ميشتو افغان کډوالو ته د مرستو د لا زياتولو غوښتنه کړی.
د رويټر خبري اژانس رپورټ ورکوی چې انجلينه جولی پاکستان ته په يوه څلور ورځني سفر تللی چې په ترڅ کې يې د افغان کډوالو له پنډ غالو څخه هم ليدنه کړی.
آغلی جولی د پاکستان ميشتو افغان کډوالو په حال خواشيني څرګنده کړي او د روزنې په برخه کې يې له افغان کډوالو سره د مرستواندازه لږه بللې ده.
آغلی جولی وايي چې د افغانستان بيا رغونې ته پام لرنه لا ډېره اړينه ښکاري تر څو افغان کډوال وطن ته د ستنيدلو لپاره وهڅول شي.
",دافغان کډوالو لپاره د مرستو د زياتولو غوښته
2600,,"
١٧ د غويی ١٣٨٤
د پلازميني کابل نه دباندې په ولايتونو او د کابل د ولايت په ولسواليو کې د حکومت د واک د غښتلي کولو په غرض امنيتي ځواکونو او د ولسواليو چارواکو لپاره د جوړو شوو ودانيو پرانيستل پيل شوي دي.
لومړنۍ ودانۍ نن ولسمشر حامد کرزي د کابل په جنوب د لوګر د محمد آغې په ولسوالۍ کې پرانيستله.
ښاغلي کرزي وويل د حکومتي ودانيو د جوړولو پروژه د دې لپاره ده چې په هيواد کې دثبات او د خلکو د خدمت لپاره زمينه برابره شي.
د دغو ودانيو د جوړولو پروژه په ٢٠٠٣ کال کې پيل شوی وه، چې تر مخه به يې د دې هيواد په مختلفو برخو کې د درې نيم سوه نه زياتي ورته ودانۍ جوړيږي.
",په لوګر کې د حکومتي ودانيو پرانيستنه
2601,,"
ملي نغمې
افغان فرهنګي ټولنه وياړي چى دخپلوهڅو په لړ كى داځل دځوان شاعر عبدالمجيد افغانيار دشعرونود نوى ټولگې (ملي نغمى) چى تازه له چاپه راوتى مخ كتنه وكړي، ملي نغمې دافغانيار دانقلابي او حماسي شعرونوټولګه ده چى دادب او شعر مينه والو ته يي وړاندي كوي، افغان فرهنګي ټولنى هوډ كړى چى دخپلو غونډو په لړ كى داځل د(ملي نغمى) كتاب مخ كتنه هم وكړي، چى له امله يي دادب او شعر ټولو مينه والو ته خبر وركوي چى په دغه پرتمينه غونډه كى ګډون وكړي.
افغان فرهنګي ټولنه
",دافغاني فرهنګي ټولني
2602, تفاهم نهضت اروپايي شورا,"
١٣٨٤ د غويي ١٨مه
په ډېره ژوره خواشيني موخبرترلاسه کړچي دافغانستان يوه وتلى ليکوال،څيړونکى اوله بهرنيواثاروڅخه يوډيرحساس اوخوږژبى ژباړونکى ميرزاعلم حميدى دجلاوطنۍ اوپرديسى په روان روح وژونکي ژوند کي له دې نړۍ څخه سترګى پټي کړې . ميرزاعلم حميدي په پښتو ژبه کي دلنډوکيسويووتلى ليکوال اودبهرنيو سياسي،ټولنيزواوژورواخلاقي محتوى درلودونکو داستاني اوطنزى اثاروډيرحساس ژباړونکى و.
اروښادحميدى تل هڅه کوله چى هم په خپلوليکنوکى اودژباړى دپاره په غوره شوواثاروکى زموږدوطن ځوان اوپاخه نسلونه داحساساتوله دنيا څخه لرى،دليرليدنى اوژورى کتنى په لور راوبولى.ارواښادحميدى دژوبڼ ډير نامتواثرپه همدې هيله په ډيره روانه خوږه پښتوژبه وژباړه
دجلاوطنى اوپرديسى روح وژونکى ژوندزموږدځپل شوى هيواديوپوخ نسل په خپلو زوروونکومنګلوکى را ښکيل کړ،ډيرڅه ئي رانه واخيستل اودادى هره ورځ وينوچى نومونه موخاوروته ځى. دارواښادحميدى خوږې هيله مندې ژبې اوهميشنۍ موسکا خوداسى ښوده چى دده حساس زړګى به ډيرژردزمانى له دغه درانه پيټى لاندى رانشى.خوڅوک پوهيدل چى د هغه په زړه څه تيريدل،دجلاوطنى دوژونکى ژوند اودزمانې ناخوالو دهغه پرهيله من زړه پټ ګوزاروکړ. افغانانوپه خپل وطن کى دسرطان اوقلبى ناروغيوډيرلږڅه پيژندل، خود زمانى نارواوو د افغان ولس حساس زړونه له سختوناڅاپى دريدونوسره مخامخ کړل.ارواښادميرزاعلم حميدى په همدې لړۍ کى زموږ څخه ولاړو.خداى دې وبخښى.
په اروپاکى دتفاهم نهضت شورادخپلوغړواومينه والو په استازيتوب پداسى حال کې چى داروا ښادميرزاعلم حميدى له وخته مخکى مړينه زموږدوطن په خلکواوسياسى،ټولنيزواوفرهنګى کړيوکى يوه ستره تشه بولى دده کورنى،دوستانواودده ډيروخوږوليکنواوژباړومينه والوته دزړه له کومى تسليت وړاندى کوى.ارواښادحميدى له دنيا څخه سترګى پټى کړى خوهغه زموږدوطن يوداسى وتلى سياسى،ټولنيزاوپيژندل شوى فرهنګى شخصيت دى چى نوم اويادبه ئي تل پاته وى.
دتفاهم نهضت د اروپائي شورا له خوا
", ( څوک پوهيدل چى د هغه په زړه څه تيريدل)
2603,انځورګر - کابل,"
١٣٨٤ غويی ١٨مه - کابل
(نوى به تاريخ د پاني پت او اصفهان كړو...)
د غويي پر اتمه نېټه چې په كابل كې مجاهدينو د خپل بري ورځ لمانځله هماغه شپه د طلوع ټلويزيون له لارې د ځوان سندرغاړي خالق عزيز يوه ملي ترانه خپره شوه، چې (لوړ به دې نښان كړو) يې په منځ- منځ كې تكراروله. دا سندره پخوا تصويري نه وه، لكه څنګه چې ښكاري په دې وروستيو كې انځوريزه شوې ده.
د دې ترانې په يوه بيت كې راغلي چې (نوى به تاريخ د پاني پت او اصفهان كړو...)
خو اوس چې دا سندره په لسګونو ځله خپره شوې، تر دې وروسته يې دغه بيت ورڅخه ايستل شوى دى. دغه راز يې د افغانستان په ملي راډيو ټلويزيون كې يې له ثبتولو (ريكارډ) څخه انكار شوى او دا كار يې د افغانستان د ګټو خلاف كار ګڼلى دى.
د طلوع ټلويزيون كاركوونكي وايي چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكو ورته ټليفون كړى و او په ټينګه يې ترې وغوښتل چې دا بيت دې له دې ترانې څخه ځكه وباسي، چې ځينې نژدې هېوادونه به له دې وزارت څخه خپه شي، دا ځكه چې دوى ورسره ډېر نژدې روابط لري.
خو په كابل او ځينو شاو خو سيمو كې ځينې خلك پر دې كار سخت په غوسه دي. عبدالله احمدي چې د كابل په سراى شمالي كې استوګنه كوي وايي:
دغه وزارت چې اوس يې نوم (وزارت اطلاعات، فرهنګ و توريزم) شوى، په خپل نوم كې د ګرځندوى پر ځاى توريزم ليكي، ځكه چې ګرځندوى پښتو نوم دى، حال دا چې دلته پخوا موږ د ګرځندوى په نوم يو مستقل رياست درلود، اوس چې دغه رياست په دې وزارت كې منحل شوى،نو تاسې وينئ چې د دې وزارت چارواكي انګرېزي تر پښتو غوره ګڼي.
نوموړى د دې ترانې په باب زياتوي:
په دې ترانه كې زموږ د ملي مشرانو د كارنامو يادون شوى دى، ليرې كول يې پر خپل ملي تاريخ باندې خاورې اړول دي. زه په خپله دا كار په كلكه غندم او له نورو كلتورپالو ځوانانو څخه غواړم چې په دې باب دې اقدام وكړي.
اسمعيل بهين چې يو ځوان ادبپال دى، وايي:
موږ له كلتور وزارت څخه پخوا هم ښه خاطره نه درلوده اوس يې هم نه لرو، دغه وزارت قصداً او عمداً داسې كارونه كوي چې زموږ ملي كلتور ته سخت په تاوان دي. مثلاً صبا مجله كه د احمدشاه بابا كارټون چاپوي او سپكاوى يې كوي، هېڅ هم ورته نه ويل كېږي، آن چې همدغه وزارت يې قصداً پر كارونو سترګې پټوي، كه افتاب غوندې جريده د اسلام سپكاوى كوي، په خپله وزير (مخدوم رهين) ورته د تېښتې امكانات برابروي، خو دلته بيا كه زموږ ملي وياړنې يادېږي، وزارت پرې سترګې پټوي.
لكه څنګه چې تېره ورځ د كابل په عيدګاه سيمه كې د لوى احمدشاه بابا يو لوى انځور د شپې له خوا څيرى كړل شوى او اوسپنيزه لوحه يې هم د موټر په مرسته شكول شوې ده، په دې باب تر اوسه پورې چارواكو كوم غوڅ غبرګون نه دى ښوولى، په زياتو ولايتونو كې ځوانو كلتورپالو پر دې كار سخته غوسه ښكاره كړې ده. چې د كلتور وزارت له وروستي اقدام سره يې يو څه تړاو ويني. خو څرګنده نه ده چې د جګپوړو چارواكو غبرګون به څه وي؟. خو كتونكي اټكل كوي، چې دا كار به ډېر سخت غبرګونونه راوپاروي او افغان اديبان به ډېر په غوسه شي.
",د اصفهان فتوحات دې نه يادېږي!
2604,,"
١٨غويى ١٣٨٤
کابل: نن په پلازمينه کابل کې د اوه سوو شاوخوا د اساسي قانون او بېړنۍ لويو جرګو استازي سره غونډ دي چې له ولسمشر حامد کرزي سره په افغانستان کې د اوږدمهالو امريکايي اډو جوړولو په اړه سره سلامشورې وکړي. دا ستره غونډه د امريکا متحده ايالاتو ته د کرزي له ټاکل سوي سفر څخه مخکې جوړېږي تر څو هلته دواړه خواوي په دې اړه کومي پرېکړي ته چمتو واوسي. خو په ارګ کې راټول سوي استازي به پرېکړي نه کوي، بلکې يوازي به سلا و مشورې سره شريکوي.
",لويه جرګه نن په هېواد کې پر اوږدمهالو امريکايي اډو خبرې کوي
2605,,"
",
2606,,"
د غو يي ١٨ مه، پژواک خبري آژانس،
په خوست کې د ښځو چارو رياست ته دښځو چارود وزارت له خوا ديو رسمي لېږل شوي مکتوب په ځواب کې ليکل شوي چې، که په فارسي مکتوبونه ونه ليکي ،نو وزارت به ددوى وړانديزونه، منظور نه کړي .
خو دښځو د چارو وزارت چارواکي وايي چې، دا مکتوب دنوموړي وزارت د اسناد او ارتباط د رياست له ولاياتو سره د اړيکو د پخوانۍ مسؤولې لخوا لېږل شوى و او په وزارت پورې اړه نه لري.
په خوست کې دښځو چارو د رياست دښوونې او روزنې دمديرې عابدې پر وينا، د دې مکتوب په لاندينى جمله کې ليکل شوي: (( چون مامورين مسلکى ما به لسان پشتو بلديت ندارند، خواهش ميکنيم که من بعد فارسى واضيح و متصل ارسال نماييد تا اجراات لازمه صورت بگيرد.)) خو هېڅ جوته نه ده چې، کوم مسلکي مامورين ، دکوم وزارت يا دکوم رياست ؟
د اساسي قانون په ١٦ مه ماده کې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې پېژند ل شوي دي.او دخوست ولايت اوسېدونکي په خټه پښتا نه او په پښتو ژبه خبرې کوي.
د مېرمنې عابدې پر وينا ، نوموړى مکتوب د وري په ٠ ٢ مه نېټه دوى ته لېږل شوى و.
د ښځو د چارو د وزارت چارواکي وايي چې، انيسه زماني له دوه و اونيو راهيسې په نوموړي وزارت کې کار نه کوي، خو زماني د مکتوب د لېږلو په وخت په نوموړي وزارت کې کار کاوه.
د خوست دښځو چارود رياست د ښوونې او روزنې مديرې پژواک آژانس ته وويل: (( په متن کې زموږ د لېږل شوي مکتوب مطلب او د وزارت له خوا د مکتوب متن په يوه کرښه کې راغلى چې ،مطلب نه ترې اخيستل کېږي .))
مېرمن عابدې زياته کړه چې، د خوست د ښځو دچارو درياست په مکتوب کې درې مياشتينى رپوټ ليکل شوى و چې، په کې درياست دبېلابېلوڅانګو ستونزې اوغوښتنې شاملې وې.
عابدې څرګنده کړه چې، په رالېږل شوي مکتوب کې ډېرې املا يي او انشايي تېروتنې دي چې، د وزارت د کار کوونکو لپاره چې، ځانونه مسلکي هم بولي د پام وړ خبره ده .
عابدې زياته کړه چې، فکر کوي د وزارت مامورين تر اوسه د فارسي او دري په مفاهيمو نه پوهېږي لکه د(( واضح)) کلمه کې يې چې (( ي))زياته کړې ده او( واضح يې واضيح) ليکلى دى .
د عابدې له وينا سره سم، دنوموړي مکتوب په پاى کې دښځو د چارو وزارت د اسناد او ارتباط له لوري د ولاياتو سره د اړيکود مسؤولې انيسې ( زماني) لاسليک شوى دى .
خو د ښځو د چارو وزارت د نشراتو رئيسې نوريه حق نګر پژواک ته په ټېليفوني کرښه وويل چې، د انيسې زماني دا کار، قصدي و .
دې زياته کړه: (( وى اين کار را شخصى انجام داده است و از وزارت زنان نماينده گى نمى کند.))
حق نګر وايي چې ، انيسه زماني له دوه و اونيو راهيسې په نوموړي وزارت کې کار نه کوي.
پژواک له مېرمن انيسې زماني سره څو ځله د دې تورونو په اړه د اړيکو د ټينګو لو هڅه وکړه، خو نوموړې يې پيدا نه کړاى شوه.
د خوست د ښځو چارو د رياست يوې بلې کارکوونکي ٣٥ کلنې نسرين پژواک ته وويل چې، په فارسي ژبه دومره نه پوهېږي چې، مکتوب پرې وليکلى او نه د هېواد اساسي قانون دا اجازه کوي چې ،رسمي مکتو بونه دې يوازې په فارسي وليکل شي .
(د پژواک خبري اژانس څخه په مننه )
",که په فارسي مکتوبونه ونه ليکئ ،نو وزارت به مو وړانديزونه ونه مني
2607,عارف خزان - ماسکو,"
١٣٨٤ د غويي ١٨مه ( ماسکو )
په ډيري خواشني سره مي خبر تر لاسه كړ، چې زما پخواني دوست او ملګري، د هيواد نامتو ليكوال، شاعر، فرهنګي، ټولنيز او سياسي شخصيت، ميرزا علم حميدي، د پرديسۍ په تريخ چاپيريال د هالنډ په هيواد كې له دي نړۍ څخه سترګي پټي كړي.
زه د خپل دغه مهربانه دوست د مړيني د خبر په اوريدو سره، دومره غمجن شوم، چې كولاي مې نه شو، څو كرښې د تسليت په نوم د هغه كورنۍ، دوستانو او د هيواد فرهنګې كړيو ته وليكم.
د ميرزاعلم حميدي، مړينه زموږ د هيواد د فرهنګي- معنوي زيرمي لپاره ځكه يوه ستره ضايعه ده، چې هغه په خپلي پراخي حوصلي او نه ستومانه كيدونكو هلو ځلو سره كولاي شول، لا ډير څه له بهرنيو ژبو څخه وژباړي او زموږ د ژبي او فرهنګ پانګه نوره هم ور باندي غني او بډايه كړي.
له بده مرغه، اوس چې هغه زموږ په مينځ كې نشته او پرته له مخه ښي له ټولو دوستانو څخه په ابدي سفر لاړ، د هغه اروا دي تل خوشاله او ښاده وي؛ د هغه يادونه به زموږ په زړونو، فكرونو او د هيواد په ادبي تاريخ كې د تل لپاره تل پاتي وي.
عارف خزان
مسكو
د ۲۰۰۵كال د مۍ ۸مه نيټه
",د ميرزا علم حميدي د مړيني له كبله د تسليت پيغام
2608,حبيب الله غمخور - سويډن,"
١٨ د غويي ١٣٨٤ سويډن
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگي ټولني دغمشريکۍ پيغام !
ديوه ليکوال دغم کمبله لا ټوله نه وې چي دبل غم او ويردناستي لپاره په بل ځاي کښي دپښتو ژبي او افغاني فرهنگ مينه وال او له هيواد نه ليري افغان مهاجر په سرو اوښکو سره راټوليږي .
دارواښاد ف فضلې جنازه لا دخلکو پر اوږو وه ، چي دهغه استاد پلار صاحب له هيواد والو نه دتل لپاره دخداي په امانۍ ږغ وکړ، افغانانولا دخپل وياړلي ټاټوبي له دغې وتلي څيرې دتل لپاره د تگ په وير نه وه سره راټول شوي ، چي له کاناډانه بل وتلي او پيژندل شوې ادبي شخصت له دغه نړۍ نه سترگي پټي کړې ،دهغه په وير او غم لا دافغانانو په سترگو کې وښکي نه وې وچي شوي او له هغه سره ورستۍ خداي په اماني سرته نه وه رسيدلې چي زموږ دغمځپلي هيواد بل ليکوال او ژباړونکي ښاغلي ميرزاعلم حميدي صاحب ته زړه جواب ورکړ او دغي نامردي ناروغۍ حميدې صاحب هم له موږ نه دابدي کور ميلمستون ته بوتلۍ او موږ ټول ئې يو ځل بيا دغم پر لمڅي کښينولو .
بلي ! دا دغم او وير خبر مو دروان کال ۱۳۸۴ دثور د مياشتي پر شپاړسمه نيټه تر لاسه کړ چي ارواښاد ميرزا عالم حميدي دورپيښي شوي د زړه دناروغۍ له کبله دهيواد والو او خپل فرهنگي چوپړ له مينه والو څخه رخصت شو.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد حميدي صاحب پدي ورستيو کښي دخپل ژوند زياته برخه چي نږدي څلويښتو کالو ته رسيږي په پښتو ژبه ليکنو او ژباړنو ته ډالۍ کړې وه ، هغه که څه هم ادبيات نه وه لوستي ولي دهغي علاقي له مخي چي دپښتو ژبي له ادبياتو (نثرونو ،داستانونو ،شعرونو) او نورو ليکنو سره يې لرل دزيات تلاښ او زحمت په پاله کښي وتونيدلاي شو تر پنځلسو زيات قلمي اثر او ړباژني دپښتو ژبي او افغاني ادب مينه والو ته ډالۍ کړي .
دارواښاد ميرزاعالم حميدي هر ه ليکنه د پښتو ژبي په فرهنگي جونگړه کښي خپل ځاي او ارزښت لري ،خو دنامتو ليکوال جورج اريل ناول چي د(( ژوبڼ )) په نامه دارواښاد حميدي لخوا له انگيسي ژبي نه په پښتوته وژباړل شودفرهنگيانو او ادب مينه والو په منځ کښي دهغه دنوم او شهرت سره زياته مرسته وکړ ه ، ددغه ناول ژباړنه او چاپ چي دمرحوم په شخصي لگښت تر سره شودټولو فرهنگيانو لخوا زيات استقبال شو .
حميدي صاحب چي څومره خپلې ژبي او فرهنگ ته وفادار و په هغومره اندازه يې دخپل ولس او هيواد سره مينه لرل ،هغه دافغان ولس دټولنيز ژنددسمون او هيواد داقتصادي ښيرازۍ په لاره کښي تر څلويښتو کالو زيات خپل خوږ عمر دغه انساني هدف ته درسيدو په لارکښي ډالۍ کړی چي کله کله دوخت د جبارانو دتورو زندانو ميلمه شوۍ هم دئ .
موږ پداسي حال کښې چي دمرحوم حميدي مړينه دهيواد والو او افغاني فرهنگي جونگړي لپاره ستره ضايع بولو دلوي څښتن له دربار نه دمرحوم حميدي لپاره دبخښي اودهغه دفاميل ټولو غړو دوستانو او فرهنگي مينه والو ته دصبر غوښتنه کوو.
روح دې ښاد وي
دټولني دمشر تابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
",حبيب الله غمخور ( دا د غم دپاسه غم دی )
2609,عبدالله احسان - هالنډ,"
١٨ د غويي ١٣٨٤ هالنډ – عبدالله احسان
د تکړه ليکوال او خوږژبي ژباړونکي ارواښاد ميرزاعلم حميدي د جنازې لومړي مراسم نن يکشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي دمياشتي پر ١٨ نېټۀ د هالنډ د اوتريخت په ښار کي ترسره شوه .
نن غرمه د هالنډ په وخت دوولس بجې د ارواښاد حميدي د کورنۍ ښځينه غړو او يو شمېر دوستانو د خدای بخښلي حميدي سره وروستۍ ليدنه دامستردام په ( AMC) روغتون کي ترسره کړه ، د هغوی پاک روح ته يې دعا وکړه او دوې بجې د ارواښاد جنازه د روغتون څخه دهغوی د کورنۍ د غړو له خوا د اوتريخت ښار د اوفرفيخت جماعت ته ولېږدول شوه .
د ارواښاد پاک روح ته د دعا او وروستۍ مخه ښې په دې مراسمو کي پر هالنډ مېشتو افغان ليکوالو اديبانو ، فرهنګپالو او د ارواښاد د کورنۍ د غړو او دوستانو برسېره په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور ، په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر ښاغلي رحمت ګل ځواکمن ،په بلجيم کي د افغانستان د پوهاوي ، مرستي اوپيوستون ټولني مشر ښاغلي نجيب احمدزي ، او د نوموړو ټولنو د يو شمېر غړو ترڅنګ د خدای بخښلي حميدي خواخوږو دوستانو د هالنډ د بېلابېلو ښارونو او همدا ډول داروپا د نورو هيوادونو څخه ګډون کړی وو .
ديادوني وړ ده چي په امستردام ( AMC) روغتون کي د زړه د جراحۍ د څانګي کارکوونکي ښاغلي ډاکټر سيدنصير احمد چي د ارواښاد حميدي په درملنه کي يې برخه لرله او په روغتون کي يې د ارواښاد په لومړۍ ورځ د هغه د ژوند وروستي مجلسونه کړې وه هم په دې مراسموکي ګډون کړی و .
په سلګونو تنو افغانانو د ارواښاد حميدي د جنازې په لمانځه کښي چي په يوه غټه مسجد جامع کښي ترسره شو برخه واخستله .
د جنازې تر لمانځه وروسته د ښاغلي قاري عزيز له خوا دقرآن عظيم الشان څو مبارک ايتونه وويل شوه ، او د ارواښاد حميدي پاک روح ته د دعا لاسونه پورته شوه ، ورسته ښاغلي ډاکټر خوشال روهي د ارواښاد حميدي ژوند ليک واوراوه ، او د هغه د ژوند او اثارو په اړه يې رڼا واچوله ، تر دې وروسته ليکوال او شاعر ښاغلي سلېمان لايق د ارواښاد حميدي د ژوند په اړه څو لنډي خبري وکړې او دهغه روح ته يې د دعا لاس پورته کړ تر دوی وروسته د دري ژبي ليکوال ښاغلي کريم ميثاق چي د انګليستان څخه دې مراسمو ته راغلی و د ارواښاد حميدي په اړه څو خبري وکړی ، ورپسې د ارواښاد ميرزاعلم حميدي د کورنۍ له غړو څخه ښاغلي ډاکټر اضغر خېل د خدای بخښلي حميدي دژوند اړه څو خبري وکړې، ددوی روح ته يې د دعا لاس پورته کړ ، هيواد ته د ارواښاد حميدي دجنازې د ليږدولو په اړه يې وويل :
د ارواښاد حميدي جنازه به راروانه چارشنبې د می دمياشتي پر ١١مه نېټۀ د جرمني دفرانکفورټ له هوايي ډګر څخه کابل ته ولېږدل شي چي د پنجشنبې سهار ( ٨٤ لمريز کال د غويي ٢٢مه ) د می دمياشتي پر ١٢مه به کابل ته ورسيږي .
هغه وويل چي : د ارواښادجنازه به کابل ته د رسېدلو سره سمه د خوست ولايت پر لور ولېږدوي، چيري چي به راروانه جمعې ورځ د غويي دمياشتي ٢٣مه داسمعيل خېلو - ډډوالو په سيمه کي د جنازې د وروستيو مراسمو وروسته په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپال شي .
نوموړي د ارواښاد حميدي په وير کي د يوه کوچني شعر تر ويلو وروسته د ټولو ګډون کوونکو د راتګ، په دې مراسمو کي دبرخي اخستني او خواخوږۍ ښودلو څخه مننه وکړه .",په هالنډ کي د ارواښاد حميدي د جنازې لمونځ وشو
2610,حبيب الله غمخور - سويډن,"
١٩- غويی - ١٣٨٤
ژباړن : حبيب الله غمخور - سويډن
دامريکا د نيوادا په ښار کې دنوي برېښنا يي موټر جوړونکي هيله لري چي ددغه برېښنايي موټر په وسيله به په نړۍ کي د پخواني بريښنايي موټر د سرعت ريکارډ مات کړي .
دانوی برقي موټر چي روښانه ژړ رنگ لري اوږدوالۍ يي لس متره دۍ د ABB emotion په نوم نومول شوی دی .
اب ايموشن به دلمړي ځل لپاره دمځکي پر مخ دلوړ سرعت هغه ريکارډ چي په يوه ساعت کښي ٣٩٤ کيلو متره و مات کړي .
ددې نوي برېښنايي موټر جوړوونکي پدې باور دي چي دامو ټر به وکولاي شي دلمړي ځل لپاره په يوه ساعت کې ٤٨٣ کيلومتره واټن ووهي .
",نوی موټر په ساعت کي ٤٨٣ کيلومتره واټن وهي
2611,,"
",
2612,ژباړه: محب الله اسحاقي,"
د جګړې په ډګر كي د ژورنالسټانو حالت له جنګياليو سره څه توپير نه لري. له دويم نړيوال جنـګ څخه بيا د افغانستان تر اوسنۍ جګړې پوري نه يوازي دا چي په وسلو كي بدلون راغلى دى، بلكي د ژورنالسټانو په ژورنالسټيكي آلاتو كي هم ژور بدلون ترسترګو كيږي. مخكي به ژورنالسټانو د قلم او نوټونو په ذريعه د جګړې د ډګر حالات خوندي كول، اوس سټلايټ ټليفون، پام ټاپس او نويو ډجيټل كېمرو باندي دا كار ترسره كوي، دا ټول وسايل په ځانګړې توګه د ژورنالسټانو لپاره ډيزاين سوي دي او دومره مختصر دي چي ټول په يوه غوټه كي ځايېږي. ژورنالسټانو ته د جګړې د ډګر د خبررسولو لپاره ځانګړې روزنه وركول كېږي، دغه ټول آلات په دې وروستيو كي د كوساوو په جګړه كي وكارول سول، خو له اوسنيو شرايطو سره سم نور مختصر آلات هم جوړ سوي دي. په افغانستان كي د اوسنۍ جګړې پر مهال ژورنالسټانو له دغو حالاتو څخه كار اخيست او خپلو ورځپاڼو او ټلويزيوني كانالونو ته يې نوي خبرونه او انځورونه لېږل.
""دي ټايمز"" لندنۍ ورځپاڼي په خپلو وروستيو ګڼو كي د"" ګايلزوېگټل"" يو ګزارش خپور كړ، چي په هغه كي د افغانستان په جګړي كي د ژورنالسټانو له خوا د جګړې د راپورونو لپاره د نويو كارول سويو وسايلو تفصيل ښودل سوى و او دا يې ويلي وو چي ژورنالسټان د نړۍ په يوه ستونزمنه سيمه كي خپله دنده په څه ډول ترسره كوي؟!
""ګايلز"" په خپل راپور كي ليكي:
""اوس د سهار څلور بجې دي، هرې خوا ته تياره خپره ده، مخامخ سړك كنډو كپر پروت دى او د تلاښۍ پوستې هم ورانې دي، كېدى سي د طالبانو تر وتلو وروسته تاسو له لومړنيو كسانو څخه واوسئ چي دلته راورسېږئ او خبرونه ترلاسه كړئ، كه تاسي د برقي سامانونو په رانيونه كي لېوالتيا(علاقه) نه لرئ، نو تاسي به دلته په (كابل) كي له ځينو ستونزو سره لاس و ګرېوان سئ.ستاسو د پام ټاپ كمپيوټر او د لاسي سټلايټ ټليفون بټرياني به ډېري كمزوري سوي وي، ځكه چي وروستى كارنده جنراټور په مزارشريف كي و، خو تاسي به بيا هم ډاډه ياست، ځكه، كله چي لمر د افغانستان پر ورانه سوې پلازمېنه راوخېژي، نو ژورنالسټ خپل A.4 سايز سولر پينل ( له لمر څخه د برېښناي توليدوونكې دستګاه) راباسي، چي120 اسټرلنګ پونډه بيه لري. د لمر په وړانګو چلېدونكي دغه پينل په وسيله پام ټاپ كمپيوټر چارج اخلي، او كار پيلوي.
د يوه پرنټ راپورټر (چاپي رسنيو ته ګزارش وركوونكى) په توګه زه د غربي ورځپاڼو د ژورنالسټانو په دغه ""پوځ"" كي ګډ يم، چي د شمالي اتحاد تر ولكې لاندي سيمو كي پلى سفر كوو، تاسي هم له دې څخه نه سئ بېلېدى، ځكه چي تاسي له دې پرمختلونكي پوځ سره ياست، د افغانستان او برټانيې ترمنځ د اوو ساعتونو توپير دا مانا لري چي ستاسو وروستى راپورونه له چاپېدو څخه لږ څه مخكي مركز ته وررسېږي او ورځپاڼه به تر څو دقيقو وروسته د لوستونكو لاسته ورسېږي.
په تېرو كلونو كي عكاسانو او د ټلويزيون كاركوونكو تر استعمال لاندي آلاتو حجم د ټكنالوژي له پرمختګ سره يوځاى كميږي، اوس دغه خلك له كړاوجنو او ستونزمنو سيمو څخه خبرونه او انځورونه ژر لېږلاى سي، ددې ترڅنګ يې د سامان آلاتو حجم تر يوي كوچنۍ كڅوڼي راټيټ سوى دى، د غربي هېوادونو ژورنالسټان هغه مهال چي د افغانستان په بېلابېلو سيمو كي د روسي پوځونو بريدونه روان وو ورغلي وو، هغه وخت ډېرو ژورنالسټانو د ترانسپورټ اسانتياوې هم نه درلودې او په پلي توګه به يې سفر كاوه او د دوى رالېږل سوي راپورونه به د ورځپاڼو دفترونو ته تر يو مياشتني ځنډ وروسته رسېدل، اوس وخت ډېر لنډ سوى دى او ژورنالسټان خبرونه په لنډه موده كي لېږي"".
د ""دي ټايمز"" فوټوګرافر (سايمن واكر) چي په دې اوس – اوس كي د پاكستان كوټې ښار ته راغلى و، وايي: كه تاسو پنځلس كاله مخكي په كومه جګړه ييزه سيمه كي په خبرونو ټولولو پسي تللاست، نو بايد دوه لوى بكسونه درسره واى، په يوه كي به پورټيبل ډارك روم ( د عكسونو لپاره د انتقال وړ تياره چاپخونه) او په دويمه كي به هينكر او د ليكلو ماشين و. ددې ترڅنګ به د فلمونو يو دروند بار هم درسره او ورسره به د ټليفون په ليكه پسي هم لالهاند واى، اوس له ماسره ډيجيټل كېمرې دي، چي په هغو كي د فلمونو پرځاى يو كوچنى هارډ ډسك، يو سټلايټ ټليفون او يو ليپ ټاپ وي، اوس زه له هره ځايه خپل مركز ته عكسونه مخابره كولاى سم، خو زما لپاره اوس يوازېنۍ خبره دا ده چي بايد څنګه خوښ او ژوندى پاتي سم.
له (سايمن واكر) سره په درنو سامانونو كي يوازي د هغه يو كيولرفليك جېكټ [يوډول جاكټ چي ګولۍ اغېز نه ورباندي كوي] دى. د 1980م كال په منځ كي (واكر) يو تور و سپين عكس د ګرين پيس پر يوې الوتكي د هغه وخت المنارسېټ سټلايټ په مرسته لندن ته ولېږي، دغه عكس لندن ته په رسېدو كي (25) دقيقې وخت ونيوه او (1500) پونډه لګښت پرې راغى، په پنځلسو كلونو كي عصري سټلايټ ټليفونونو دغه كار ډېر اسانه كړى او دا د كوساوو په جګړه كي هم په لويه پيمانه كارول سوي دي. پر دې ټليفون باندي (6000) پونډه لګښت راغلى و، له دې ټليفون سره نه رانغاړل كېدونكى انتن لګېدلى و او له ګړندي انټرنټ سره يې د نښلولو اسانتيا هم لرله، عكس اخيستونكو به د مجلې له معيار سره سم عكسونه يوازي په يوه دقيقه كي دفتر ته لېږل، وېډيوفون ټكنالوژي يو داسي شى دى چي د هغه په وسيله مطبوعات برى ترلاسه كولاى سي.
ددې كال په پيل كي د C..N.N يوه خبريال د ذرايع ابلاغ (مطبوعاتو) او سياسي نړۍ يو تاريخ خوندي كړ. ده له چين څخه امريكا ته د وېډيوفون په مرسته د امريكا د جاسوسي الوتكې ناسانسور سوي عكسونه ولېږل، كومه چي د هينان پر هوايي ډګر كښته كړل سوې وه. اوس – اوس د نړۍ ټولي خبري شبكې په افغانستان كي نوې ټكنالوژي كاروي او ددې ترڅنګ دغه ژورنالسټان او عكاسان د شمېروساتلو وسايل هم كاروي، چي (Tokos) بلل كېږي. ",اوسني ژورنالسټان او د خبررسولو نوي وسايل
2613,,"
ژباړه: استاد عبدالجليل وجدي / ټورنټو كاناډا
ستا ملاتړ څوك دى؟
كله چې ته نوى ځوان شوې، ايا هغه وخت تا دليكوالۍ يا د رسامۍ يا د كوم په زړه پورې كار او بار پيل كولو او يا د كوم بل خلاق كار كولو خوبونه، نه ليدل يا دا ډول نورې لوړې ارزوګانې دي نه درلودې؟
لـه موږ څخه ډېرو كسانو همدا ډول فكرونه كول. په حقيقت كښې، كه چېرې موږ لـه خپلو ځانو سره په رښتيا وچليږو، لا تر اوسه په موږ كښې ډېر كسان په خپلو زړونو كښې همدغسې لوړې ارزوګانې پالي. خو خبره چې د كار راشي بيا نو ډول، ډول بانې جوړوو، تل مو په خوله د ""بايد خپل كار وكړم"" خبره ناسته وي. مثلاً كله وايو زه د ناول ليكلو سره مينه لرم، خو ورته خوشى نه يم ځكه مجبور يم چې كار وكړم. زه د رسامۍ سره مينه لرم خو زما په يوه سترګه كښې عيب او نيمګړتيا شته. موږ د خپلو هيلو دنه سرته رسېدو لپاره په همدې ډول نورې بېخي احمقانه بانې او پلمې جوړوو.
راشئ د يوې شېبې لپاره د قيصر په باره كښې فكر وكړو! تاسې خبرياست كه نه؟ چې قيصر به، په داسې حال كښې چې د روم نور پوځيان به ټول بيده وو، ده به په خپله خېمه كښې د جګړې په باره كې تبصرې ليكلې په سبا به چې لـه خوب څخه پاڅېدى نو جګړې ته به روان شو. تاسې پوهېږئ كه نه چې هنډل د يو ډاكتر ددې خبرې نه وروسته
چې ته مړكېږي خپل ډېر ښه ميوزيك وليكه ادبيت هاون وروسته لـه هغه چې پوره كوڼ شوى و خپل ميوزيك وليكه.
په دې موهم كله سوچ كړى دى كه نه؟ چې زمـوږ د نـړۍ
درې ستر رزمي شاعران لكه هومر، مېلټون او ډانټې ټول ړانده وو.
لږ خو د سترو جنرالانو هانبېل او لارډ نېلسن په باره كښې هم يو څه فكر وكړئ! دوى هر يو يوازې د يوې سترګې خاوندان وو. د يو بل ړانده سړي فرانسيس جوزف كمبيل څخه يو وتلى او ممتاز رياضي پوه او موسيقار جوړ شو. نو اوس، آيا تاسې ځانونه لـه شاوخوا څخه په لومو تړلي بولئ؟ او داسې احساسوئ چې:
"" اوف، زه د خپلو محد وديتونو لـه امله هېڅكله هغه څه نه شم كولاى چې كول يې غواړم"".
كه خبره دا وي نو بيا د ""رابن كروسو"" د ناول ليكونكي دانيل دينو ديفو په باره كښې لږ څه فكر وكړئ! ده ، دا ناول هغه وخت وليكه چې دى په جېل (بنديخانه) كښې پروت و، جان بونيان هم د ""مسافران پر مخ ځي"" ناول هغه وخت وليكه چې په جېل كښې يې شپې او ورځې تېرولې. لوتـر هغه وخت انجيل ترجمه كړ چې دى د اورټ بورګ په كلا كښې اچول شوى و. ډانټې د شړونتيا په شلو كلونو كښې چې د مرګ حُكم ورباندې شوى و، كرار ناست نه و كار يې كاوه او ډون كويګزوټ (Don Quixote) هغه وخت د سرو يڼس لـه خوا وليكل شو چې دى د ماډايډ په زندان كښې اچول شوى و. اوس به نو تاسې ښايي دا ووايئ"" خبرې خو دا ټولې سمې دي خو زه مجبور يم چې كار وكړم، كار!"".
ښه! زما ملـګريـه تـه هـم بـده خبـره نـه كوي، هو زه درتـه يـو پـه
زړه پورې خبر لرم. كله خو به تاسې د ""په باد تللى"" د كتاب پنډوالى ليدلى وي؟
مارګرېټ ميچل دا كتاب هغه وخت وليكه چې دې ټول وخت په يو اخبار كښې كار كاوه، داسې خوبه نه وي چې تاسې د خپل ځان جسماني عيبونه ته ګوته نيسئ او په دې باره كښې فكر كوئ! نو بيا تاسې د لارډ كاوه ناف (Lord Cavanugh) په باره كښې څه پوهېږئ؟
دى د پارلمينټ غړى و خو نه يې لاسونه درلودل او نه پښې مګر د خپلو هـڅو په بركت يې پارلمينټ ته لاره موندلې وه. او د هغه ځاى چارې يې سمبالولې.
اوس نو، يوازې د شكسپير په باره كښې فكر وكړئ! ده په ښوونځي كښې د ليكلو او لوستلو څخه لږ څه زده كړي وو، خو ده خپل ځان ته په خپله د تعليم وركولو لـه لارې دومره ډېر څه زده كړل چې ځان يې د ادبيانو په منځ كې كښې ماسټر وګرځاوه.
اوس نو يو ځل بيا ستاسې د خپلو لوړو هيلو په هغې خزانې باندې فكر وكړئ چې ستاسې په روح كښې ورباندې كولپونه لګولي شوي دي.
يو ځل بيا خپلې هغه بانې او پلمې لـه نظره تېرې كړئ چې تاسې نه پرېږدي چې خپلو ليدليو خوبونو ته تعبير پيداكړئ او هغه رښتيا كړئ.
يو ځل بيا د خپل زړه خزانې ته وګورئ! كه هلته د جواهرو تر څنـګ خراب شيان وي هغه ليرې وغورځوئ او قيمتي جواهر لـه دوړو او ګردونو څخه پاك كړئ په دې توګه به ستاسې د خپل خلاق فعاليت لـه لارې ستاسې خلاقې هيلې راڅرګندې شي.
دا مه هېروئ چې تاسې يوازينى هغه څوك ياست چې په خپله د خپل ځان ملاتړ كوئ. ",د ارواښاد وجدي يوه نثري ټوټه
2614,نور محمد كړاو، كابل,"
١٩ د غويي ١٣٨٤نور محمد كړاو، كابل
لومړۍ برخه :
لكه څنـګه چې د ساينسي پرمختـګونو او لاسته راوړنو لـه كبله په هره برخه كې زښتې زياتې اسانتياوې رامنځته شوي، همدغه ډول د وخت د ضايع كېدنې مخنيوى هم شوى، ځكه چې لـه دغو تخنيكي اسانتياوو څخه په ګټه اخيستنې سره انسان د لسو ساعتونو كار په يوه يا هم نيم ساعت كې كولاى شي، چې دا يو لوى پرمختـګ او غوره لاسته راوړنه ده.
په راډيويي پروګرامونو كې تر ټولو مهم اړخ مهالوېش يا منظم پلان دى، چې په پرمختللو راډيوګانو لكه : بي بي سي، امريكا ږغ او نورو... كې آن د يوې اوونۍ مخكې پروګرامونه پلان كوي او كوښښ كوي، چې په دې برخه كې پاتې را نه شي، همدغه راز پرله پسې يا سلسله وار تفريحي يا ښوونيز پروګرامونه خو مياشت مخكې هم پلان كېدى شي. ځكه زيات موضوعات داسې دي، چې زړښت نه لري او هر وخت ورته اړتيا پېښېږي.
راډيو يوې ژرندې ته ورته ده چې هر ساعت ګڼ شمېر توكو او معادو ته اړتيا لري او د هغو راډيوګانو لپاره معاد برابرول ستونزمن دي، چې څلورويشت ساعته پرله پسې نشرات لري، دوى ته چې كله مواد ونه رسېږي، نو د اړتيا لـه مخې تكراري موضوعات خپروي. ګنې په عادي حالاتو كې ډېر هڅه كېږي، چې لـه تكرار څخه ډډه و شي،
پر يوه نيم ساعته پروګرام، په سلګونو ډالره لګښت كوي، خو خپل خپرنيز معيار نه را ټيټوي.
د راډيويي تخنيك پرمختـګ :
اوسمهال زياتره راډيوګانې لـه نوي پرمختللي كمپيوټري پروګرام (Cool Edit Proo) څخه كار اخلي، چې په هر لحاظ يو بشپړ او مرستندوى پروګرام دى. په دې پروګرام كې دومره كومانډونه او اپشنونه يا د امر وركولو څانګې شته چې د آواز او موسيقۍ په برخه كې هر څه كولاى شي، او دغه پروګرام زياتې اسانتياوې رامنځته كړې. د ساري په توګه :
تاسو يوه مركه راوړې، غواړئ چې د آزادې فضا (Background) آوازونه ترې ليرې كړئ، نو تاسې د آزادې فضا لږ برخه كمپيوټر ته وركړئ. هغه دغه ټوله فضا لـه مركې څخه باسي، مركه به داسې صفا شي، چې خلك به ګومان كوي په سټوډيو كې ثبت شوې ده، كه څه هم د ږغ په څرنګوالي كې لږ بدلون راولي، خو دغه بدلون هغه وخت په كې راځي، چې د فضا آواز ډېر وي.
كه غواړئ چې په يوه مركه كې اغېزناك آوازونه Sound Effect ور زيات كړى، دا هم په ډېره اسانۍ سره كېدى شي.
تاسو د يوه بڼوال يا باغدار مركه راوړې او په خپل انانس كې واياست چې : ما ورسره دده په خپل بڼ كې و ليدل او مركه مې ورسره كړې.
نو په كار ده چې د مركې په شاليد ( پس منظر ) (Background) كې د باغ فضا موجوده وي. تاسې اول مركه د Mix يا سره ګډولو ځانګړې پاڼې ته انتقالوي. بيا به د بڼ د فضا آواز ورته تر شا اچوي. چې كله دواړه سره يو Mix شي، نو سړى ګومان كوي، دغه بڼوال په هماغه بڼ كې ناست دى. هم به دده مركه ډېره څرګنده اورېدل كېږي. هم به د مرغيو او اوبو آوازونه.
- كه تاسو د كوم ځوان يوه مركه راوړې غواړئ آواز يې د سپين ږيري شي، دا هم په ډېره اسانۍ سره كېدى شي، په پروګرام كې ددې امر ( كومانډ ) سلواله ( فيصدي ) شته، څومره چې آواز بدلوئ، بدلولاى يې شئ، خو هغه كس بيا ددې آواز لـه څرنګوالي د آواز په بدلون پوهېږي، چې لـه دغه پروګرام سره زياته بلدتيا و لري او ډېر كار يې په كې كړى وي، هغه دا هم جوتولاى شي چې وړاندينى آواز څنګه و او اوس پنډ شوى كه نرى شوى دى.
تاسې يو آواز سرچپه هم اړولاى شئ. د ساري په توګه يوه كس ويلي ډوډۍ ، كه تاسې دغه آواز چپه اړوئ نو "" يډوډ"" به ووايي. دغه امر د خندا او ټوكو لپاره وركړل شوى، يا هم په ځينو موادو كې په كارېږي. خو زيات كسان يې د خندا لپاره استعمالوي.
- د آواز په هر وقفه كې فاصله ( Space) زياتېدى شي، تاسې په يوه وقفه كې چې كوم آواز په كې نه شته كرسر يا د موږك ويكټور دروي او كمپيوټر ته واياست چې دلته دوره ثانيې وخت يا بې آوازه فضا زياته كړه، كمپيوټر به هلته فاصله وركړئ زيات ويندويان يا نطاقان (Presenters) عادت لري، چې طبيعي وقفه نه شي كولاى، نو دوى لـه دغه امر څخه كار اخلي او دوى په هره وقفه كې د نفس آواز هم زياتوي هغه ددې لپاره چې وقفه ډېره طبيعي راشي، ځكه چې د راډيويي پروګرامونو لـه څو عمده شرطونو څخه يو، په ويندويي كې
وقفه ده، چې انګرېزان يې هم زيات ضروري ګڼي.
- تاسې چې هر پروګرام يا هر آواز ثبتوئ، تر ثبت وروسته د سمون يا اصلاح (Edit) وار رارسېږي، ځكه چې مو سمون وكړ، او د خپل پرزنټ Present فايل ته نوم وركوي چې په كمپيوټر كې خوندي شي، د مركو ځايونه په نښه كوئ چې دغه نښه په (F8) چې د كمپيوټر د كيبورډ يوه تڼـۍ ده، كېږي. بيا د مركې دوسيه (File) پرانيزي. مركې هم بايد برخې، برخې بېلې شوې وي او منظمې مو سره اچولې وي. مركې را كاپي كوئ او په نښه شويو ځايونو كې يې اچوئ. كله چې مو فاصلې سره ور برابرې كړې، بيا مو (Mix) كړې نو وروسته ددې لپاره چې لـه ټولو آوازونو څخه يو مستقل فايل جوړ شي، (Mix Down) يې اخلو او دا بيا په موږ پورې اړه لري چې په عادي غږيز فايل wav كې يې اخلو كه يې سپكوو يا يې (Mp3) كوو.
- كه تاسې ځينې مركې لرئ او په اصطلاح ګردي مېز ته ورته خبرې اترې مو ثبت كړي خو ستاسو پوښتنې سمې نه دي، يا يې څرنګوالى سم نه دى، تاسې كولاى شئ، خپلې پوښتنې ثبتې كړئ، بيا لاړ شئ لـه خپلو مركو څخه لږه فضا (Background) كاپي كړئ او دغه فضا لـه خپلو پوښتنو سره يوه كړئ، بيا د پخوانيو پوښتنو پر ځاى نوې پوښتنې واچوئ نو د پروګرام څرنګوالى به مو لا زيات ښه شي.
- كه تاسې د يوه مركه كېدونكي شخص لـه خبرو اضافه ټكي باسئ، كله كله په كې دغه غوڅ شوى ځاى محسوسېږي يو يو غير عادي بڼه خپلوي يا يو ټك غوندې آواز په كې زياتېږي. كه چېرې د جملې پيل مو غوڅ كړى وي، هغه غوڅ شوى ځاى په نښه كوئ او Fed in ورته واياست، كه د جملې پاى مو غوڅ كړ او غواړئ چې عادي بڼه وركړئ Fed out ورته واياست چې بيا د مركه كېدونكي خبرې ډېرې منظمې او ډېرې صفا راځي.
د سمون په برخه كې اسانتياوې :
كه تاسې يو نيم ساعته پروګرام جوړوئ، نو تر يوه ساعته زيات مواد به ليرې كوئ او ددغو موادو يو چاڼ به اورېدونكو ته وړاندې كوئ. البته دغه اصول يوازې په نړيوالو او سترو راډيوګانو كې مراعاتېږي. ځكه هلته د كار معيار زيات اوچت دى. په دغو راډيوګانو كې د مركه كېدونكو د خولې د ناړې آوازونه او يا زياتې اضافه خبرې په ډېر مهارت سره باسي، لكه څنګه چې په كتاب كې ټكى په ټكى سمون Edit كېږي، په آواز كې هم دغه اصل مراعتېږي.
تاسې زياترو نړيوالو راډيوګانو ته ځير شئ، مواد يې تكرار نه وي او هـڅه كېږي، چې د اورېدونكو ذوق، سليقه او غوښتنه تر پښو لاندې نه شي. همدغه لامل دى چې تر 80 سلنې زيات خلك نړيوالې راډيوګانې اوري.
كله چې وياند سټوډيو ته ننوځي، نو بايد چې ارامه ساه واخلي او
خپل ټول فكرونه سره را غونډ كړي. يوه انګرېز ويل : په دې وخت كې بايد سړى ځان په سټوډيو و مومي. كه پر څوكۍ كښېني، بايد پام يې وي چې معده، سږي او نور غړي يې سم كار وكړاى شي او په تكليف نه وي. پروډيوسر يا هم تخنيكي همكار ته په كار ده چې خلاصه ټنډه و لري ګنې د ويندوى وړه اندېښنه هم كېدى شي د پروګرام معيار ټيټ كړي يا زياتې تېروتنې و كړي، يا يې آواز دومره جدي شي چې پر اورېدونكو ښه ونه لـګېږي.
ويندوى به متن لولي، يا به خبرې كوي، تاسې پهCool Edit Proo كې Record وهئ، آواز به انځورېږي كه غواړئ چې لـه خپلو خبرو څخه يو تورى يا يوه جمله ليرې كړئ، تاسې د آواز تصوير ته په كتو او اورېدو سره هغه تورى يا جمله پيدا كولاى شئ، بيا يې ليرې كول هم اسانه دي. كه آواز ډېر ټيټ يا جګ وي هم يې په اسانۍ سره اوچت يا ټيټولاى شئ. چې تر پخوا يې په راډيويي كارونو كې ګړنديتوب زيات كړى او دومره هوسايي يې رامنځته كړې چې بېسارې ده.
پخوا به په Rivax يا زړو ماشينونو كې چې ريلونه به ور لوېدل او د كسټ په شان يې كولمې درلودې، سمون كېده، چا به چې غوښتل كوم تورى يا جمله كمه كړي، نو د ( ريل ) د كولمې يوه برخه به يې غوڅوله، بيا به يې لـه سره نښلوله. كله به يو آواز غوڅ شو، چې اورېدونكو به محسوسوله، كله به يوه جمله نيمګړې شوه چې بيا يې جوړول ډېر ستونزمن وو، خو اوسنى كمپيوټري پروګرام د آواز په جوړونه، زياتونه او كمونه كې هغه د چا خبره توپان كوي. خو هغه كس په كې ښه كار كولاى شي، چې لـه كمپيوټر سره بلد وي، زياتو كسانو لـه دغه پروګرام څخه كلونه، كلونه كار اخيستى، خو بشپړه بلدتيا يې ورسره نه ده موندلې. حال دا چې د يوه لندن مېشتي سړي په وينا :
"" اوس تر Cool Edit Proo پر يوه بل پرمختللي پروګرام كار روان دى، چې په دې مياشتو كې به نړيوالو راډيوګانو ته وړاندې كېږي. ويل كېږي چې په دې نوي پروګرام كې تر حد زيات كار وركوونكي امرونه شته، چې اسانتيا به يې لا زياته وي.
خو كه هرڅه وي، كمپيوټري راډيويي پروګرامونه لـه يوې خوا د آواز څرنګوالى ( كيفيت ) نه خرابوي، لـه بلې خوا حجم يې هم كم دى. پخوا به چې چا لـه يوه Rivax څخه بل ته كوم پروګرام كاپي كاوه، نو څرنګوالى به يې زيات خرابېده، خو اوس كه په كمپيوټر كې تاسې يو آواز زر وارې هم كاپي كړئ، هيڅ بدلون نه په كې راځي.
كلونه وړاندې به په سټوډيوګانو كې د ثبتولو او سمون لوى، لوى ماشينونه پراته وو چې ډېر ځايونه به يې نيولي وو، همدغه شان لوى لوى ريلونه به هم دومره زيات وو چې المارۍ به په كې وي. خو اوس
په يوه كمپيوټر كې دغه ټول څيزونه ځاى شوي. اوس په نړيوالو راډيوګانو كې په ريلونو ( پخوانيو كسټونو ) ډېر ځاى نه نيسي. بلكې يو لوى غر چې په موټي كې ځاى شي، كمپيوټر دومره اسانتيا برابره شوې ده. په يوه سي ډي كې تر لسو ساعتونو زيات لوى پروګرامونه ځايېداى شي، چې د Reel تر كچې د CD حجم زيات كم دى.
د لېږدونې اسانتيا :
پخوا به چې لـه پېښور يا لـه كابله لندن يا امريكا ته راډيويي پروګرامونه لېږدول كېدل، نو ضروري او مهم مواد به د ټليفون لـه لارې لېږدول كېدل، نور پروګرامونه او مواد به د پوستې (DHL) لـه لارې.
خو لـه څو مياشتو را هيسې يوه بله لويه لاسته راوړنه د انټرنيټ شبكې د (FTP) پروګرام ايجاد و. تاسې كه يو ساعته پروګرام تيار كړ، نو Format يې په MPEG يانې (Mp3) واړوئ، ځكه چې د پروګرام حجم كمېږي او لږ ځاى نيسي. بيا چې تاسې دغه پروګرام (FTP) ته وركړى، نو په يو يا دوو ساعتونو كې يې د راډيو مركز ته لېږدوي، هغه په دې شرط چې تاسې د سټېشن لـه شبكې سره تړل شوي و اوسئ. اوس امريكا ږغ او بي بي سي د كابل او نورو ولايتونو لـه څانګو سره تړل شوي، چې هره ورځ ورته تيار شوي پروګرامونه لېږدول كېږي. كه څه هم د لېږدونې پروسه زيات وخت نيسي او كله، كله د لكيې د خرابوالي لـه كبله دغه لېږدونه ناكامه شي. خو كارپوهان او څارونكي باور لري چې په دې برخه كې به نورې اسانتياوې هم رامنځته شي او لكه څنګه چې موږ په كمپيوټر كې يو عادي فايل لـه يوه ځايه بل ځاى ته كاپي كوو، د پروګرامونو لېږدونه به نوره هم اسانه شي.
په كار ده چې د افغانستان په راډيوګانو كې هم دغه وړ پرمختللې اسانتياوې دود شي، خلك دې ورته و روزل شي او دغه بهير دې نورو ولايتونو ته هم و غزوي او پراخ دې كړي. ځكه سړى چې څومره لاس تر زنې ناست وي او كومه هڅه نه پيلوي، هومره د نړۍ لـه پرمختللي كاروان څخه وروسته پاتېږي او لـه كاروانه پاتې خلك به هيڅكله د نورو برابري نه شي كولاى.
ګرځنده سټوډيو :
په راډيو، بيا په ځانګړي ډول تعليمي او تحليلي پروګرامونو لپاره اسناد او شواهد په كار دي، كله چې يو ژورناليست يوه موضوع څېړي، په كار ده چې ماخذ و لري او په راډيو كې ماخذ د عامو وګړو مركې دي، چې يو پروګرام هم لـه مركې پرته ارزښت نه لري، كه يو وياند يا ژورناليسټ هر څومره پوه او په پوهنيز لحاظ رسېدلى وي، حق نه لري، چې يوازې لـه خپله اړخه معلومات وركړي او خلكو ته لارښوونې وكړي، بلكې بايد خپل تحليل د مركو لـه موضوعـاتـو سـره
همغاړى كړي.
كه څه هم د افغانستان په راډيوګانو كې دغه اصل نه مراعتېږي او په يوه پروګرام كې يوازې چاپ شوې ليكنې يا كتابونه لوستل كېږي، مستند مواد يې لږ وي. خو نړيوالې راډيوګانې داسې نه دي. هغوى آن پر يوې ثانيې هم حساب كوي او كه كوم پروډيوسر ته د پروګرام جوړونه سپاري. دقيقه او ثانيه ورته ښيي، چې پروګرام بايد څو دقيقې او څو ثانيې وي. دوى هغه ليكنې او مواد نه خپروي چې يو ځل چاپ يا خپاره شوي وي. همدغه راز خپلو ژورناليسټانو ته هم حق نه وركوي چې خپاره كړي مواد يا بلې راډيو ته وركړي، يا يې په كومه مطبوعاتي خپرونه كې چاپ كړي، آن كه يوه ساده مركه هم وي.
د مركې د ټولونې لپاره كه په افغانستان كې ساده كوچني ټېپونه كارول كېږي، خو په نړيوالو راډيوګانو كې د Mini Disck يا په لنډيز سره M,D وسيله دود شوې، دغه واړه ټېپونه د كمپيوټر په شان كوچني ډسكونه لري چې په عادي حالت كې v4 دقيقې او كه MD د Long play يا (LP) سيسټم و لري نو 148 دقيقې مركې ثبتوي. هر مني ډسك په حقيقت كې يوه وړه ګرځنده سټوډيو ده، چې لـه ثبت څخه نيولې، تر سمون، پاكولو او....كارونه كوي. دغې دستګاه ته هم د عادي كمپيوټرونو په شان وايروس يا ميكروب ورځي خو په دې كې داسې يو سيسټم عيار شوى چې دغه وايروسونه وژني. ددې بالټـي بيا،
بيا چارجېږي او كه يو ځل چارج شي ډېر وخت كار وركوي.
كله چې په مني ډسك كومه مركه ثبت شي، نو د څرنګوالي لـه مخې ډېره اوچته وي او ډېره صفا وي. عينًا لكه په سټوډيو كې چې
ثبته شوې وي. د مني ډسك مايك د انسان د غوږ په اندازه اورېدل كوي، يانې د انسان غوږ چې لـه څومره واټن څخه ږغ اوري. دغه مايكونه هم همدومره حساس دي.
هره مركه په يوه فايل Track كې ثبتېږي. كله چې بله مركه ثبتوئ، نو په كار ده چې د مني ډسك End search ووهئ، چې د ټولو فايلونو پاى ته لاړ شئ، په دې توګه يو نوى Track جوړېږي چې مني ډسك نومره وركوي. كه غواړئ چې كوم Track لـه منځه ځي. تاسې كه كومې سيمې ته ځئ او غواړئ چې راډيو ته كوم ګزارش وركړئ، تاسې په يوه ارامه فضا كې خپلې خبرې په مني ډسك كې ثبتولاى شئ، وروسته د مركې Track ټاكل شوي ځاى ته انتقالولاى شئ، چې بيا وروسته د ټليفون لـه ليكې د راډيو سټېشن ته انتقالېږي.
په دې دستګاه كې نورې اسانتياوې او كومانډونه هم شته چې دلته به يې راوړل اورېدونكي ستړي كړي او نور خلك همدغه راز نورې راډيوګانې به هغه وخت لـه دغه نعمت څخه برخمنې شي چې ترې كار واخلي.
خبريال او راډيويي كارونه
په تېره ګڼه کې مو د ځينو راډيويي تخنيک په اړه خبرې وکړې او دا هم راته څرګنده شوه، چې کمپيوټري تخنيکونو په راډيويي کارونو کې څومره اسانتياوې رامنځته کړې دي، رښتيا ده چې کمپيوټر اوس مهال په سوداګريزو، سياسي او تخنيکي کارونو کې زيات سهولت رامنځته کړی دی. لـه همدې کبلـه ټولـه نړۍ هڅه کوي، خپلې ټولې چارې په کمپيوټري سيسټم برابرې کړي، چې هم د وخت سپما وکړي، په دې توګه هم لـه لږو کسانو څخه زيات کار اخيستلای شي. هم د اقتصادي سپما يوه تګلاره خپلولای شي. په دې ګڼه کې به د ځينو نويو موضوعاتو په هکلـه خبرې وکړو، ښايي اوسني زيات راډيويي کارونه او تخنيکونو زموږ د ټولنې لپاره نوي وي، خو ګټه به يې زياته وي، ځکه چې د نړۍ ژورناليسټيک سيسټم د افغاني ژورناليزم لـه سيسټم سره يومخې بدل دی، هغه څه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې تدريسېږي، د پنځوسو- شپېتو کلونو مخکې مواد دي، چې لـه اوسمهالي ژورناليزم سره دومره اړخ نه لګوي، لـه همدې کبلـه زه غواړم د اوسمهالي ژورناليزم سيسټم په ساده ژبه بيان کړم، همـدغــه راز هـغه پـروګرامونه، رپـوټونـه او نـور ژورنـاليسټيک
توکي هم درمعرفي کړم، چې زموږ د هېواد ژورناليسټان ورسره نه دي اشنا.
په دې برخه کې ستاسو رغنده لارښوونې هم زما لاسنيوی کولای شي.
راډيويي ژبه:
ژبه په هره برخه کې د انسانانو ترمنځ د افهام او تفهيم وسيلـه ده، چې دوه يا څو کسان پرې يو- بل پوهوي او په نړۍ کې د پوهاوي- راپوهاوي غوره وسيلـه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې په ليکنه کې د ژبې ارزښت لوړ او د پام وړ دی، همدغسې په راډيو کې هم ژبه يوه ستره او ارزښتمنه وسيلـه ده، چې دلته هم د پوهاوي- راپوهاوي مهمه دنده ترسره کوي. لکه څنګه چې په ليکوالۍ کې لـه قلم سره احتياط په کار دی، همدغه شان په راډيويي ليکنو کې هم لـه ژبې سره احتياط په کار دی، ځکه يوه وړه تېروتنه کولای شي، يوې ټولنې، د خلکو يوې ډلې يا يوه هېواد ته لوی او نه جبرانېدونکي زيانونه واړوي.
د راډيويي پروګرامونو لپاره چې لکه متن برابرېږي، خبريال بايد جملې لنډې، عام فهمې او په زړه پورې وليکي. په راډيويي پروګرامونو کې چې څومره ژبه ساده وي، هومره زيات اورېدونکي ځان ته راماتولای شي، ځکه اورېدونکي يې اکثره هغه کسان دي، چې ښايي د پوهې او ذهني سويې لـه مخې يو برابر نه وي. زياتره هغه خلک راډيو اوري، چې نورې پرمختللې وسيلې: کمپيوټر، انټرنټ، کېبل، ډش او .... نه لري، نو ځکه دوی ته راډيو، يوه ارزښتناکه او دوديزه وسيلـه ده، چې غوره او
پرځای استفاده ترې وکړي.
بهرنيان د ويندوی پر صميميت زيات ټينګار کوي او وايي:
ويندوی او خبريال چې کلـه متن برابروي او غواړي سټوډيو ته ننوځي، بايد خپل ټول تشويشونه او خواشنيۍ د سټوډيو تر وره دباندې پرېږدي. کلـه چې متن لولي، بايد يو څه موسکی وي. چې دغه موسکا يې په لوستنه کې هم احساس شي، هم په راډيو، هم په ټلوېزيون کې، دغه معيار ساتل کېږي، نو ځکه تاسې چې کلـه بهرني ټلوېزيوني سټېشنونه وينئ، نو د خبريال خوشحالـه څېره ستاسو پر روحياتو اغېز کوي، ان کلـه چې په يوه هېواد کې دردوونکې جګړې روانې وي، د هماغه هېواد خبريالان خپلـه روحيه نه بايلي، بلکې په دې وخت کې هم خپل ژورناليسټيک اصول او تګلارې لـه ياده نه باسي.
هغه ويندوی چې د اصولو او معيار تابع وي، کولای شي تر ډېره د خلکو ترمنځ خپل محبوبيت وساتي، په دې توګه به اورېدونکي دغه ويندوی ځان ته نژدې او د ځان دوست وګڼي او د دوی ترمنځ به يوه دوستانه فضا واکمنه وي، چې د دغې سولـه ييزې فضا رامنځته کول، د يوه خبريال او يوه ويندوی ستره بريا ده. اورېدونکي به هم برابر شوی پروګرام په مينه اوري، هم به دېته هڅول کېږي، چې دغه راډيو هر وخت تعقيب کړي، چې دغه کار د يوې راډيو لپاره بری ګڼل کېږي.
که چېرې ژبه زياته اکاډميکه او لـه سختو الفاظو ډکه وي، نو د اورېدونکي فکر په هماغو سختو تورو کې بندېږي، نور پروګرام ورڅخه پاتېږي او دی غواړي د هماغه سخت توري مانا پيدا کړي، چې لـه يوه پروګرام څخه يې اورېدلی دی، نو لـه اورېدونکي څخه چې د پروګرام لړ يا تسلسل ورک شي، بيا هغه خوند او ګټه نه شي ځنې اخيستلای.
کلـه چې يو پروډيوسر کوم پروګرام ته پلان جوړوي، لومړی بايد خپل اورېدونکي په پام کې ونيسي، چې اورېدونکي يې ماشومان دي، که لويان؟ اديبان دي، که عام خلک؟ چارواکي دي، که د بل مسلک خاوندان؟ کروندګر دي، که مالداران؟
د هر مسلک اړوند خلک چې وي، بايد هغوی ته ورنژدې ژبه وکارول شي، چې هم يې د پروګرام خوند زياتېږي، هم يې پيغامي اغېزې ژورې کېږي.
که چېرې يې اورېدونکي اديبان وي او پروډيوسر کوم ادبي پروګرام جوړوي، نو بيا د زياتو هنري او ادبي جمـلو کارونه کوم
عيب نه دی، ځکه چې اورېدونکي يې پرې پوهېږي.
د ماشومانو لپاره بيا راډيويي متن ليکه ستونزمنه ده، هره جملـه بايد تر يوه ژور سوچ وروسته وليکل شي، ځکه خبريال ماشومانو ته د تعليمي پيغام او ښوونې تر څنګ ژبه هم ورزده کوي.
خو اوسنی ژورناليزم پر دې دومره توند پرمختګ سربېره راډيو ته پر ساده ژبې ټينګار کوي، ښه يې ويلي چې: ښکلا په سادګي کې ده. کېدی شي د يوه خبريال په خبر، يا ګزارش کې داسې توري راغلي وي، چې انسان د نهيلۍ په منګولو کې ښکېل کړي او سړي ته ګروم ورپه برخه کړي، خو که خبريال هڅه وکړي، نو کولای شي په خپل يوه توري يا يوې جملې سره زيات اروايي ناروغان درمل او اروايي اندېښنې يې ترې ليرې کړي. خبريال د راډيويي پروګرام لـه لارې خپلـه پوهه او ظرفيت نورو ته نه ورښيي، بلکې د نورو غږونه او ستونزې منعکسوي، چې دغه اصل په هره برخه کې ضروري دی.
تخنيكي ستونزې:
د يوه غوره او معياري پروګرام جوړونه: د مرکې، لوستنې، متن، حالت او سمونې څرنګوالی، کتنه او څارنه غواړي. که چېرې ويندوی د خپرونو (نشراتو) په وخت کې لـه سټوډيو څخه متن لولي، د متن په منځ کې ترې تېروتنه وشي او دی يوه جملـه تکرار ووايي، خو د بياويلو په وخت کې بيا کوم توری ترې پاتې شي، نو د اورېدونکو چې دغسې تېروتنې ته پام شي، زيات سوچ يې هملته پاتې شي، د پروګرام پاتې برخه يې په ذهن کې ځای نه نيسي، اورېدونکي په ذهن کې لـه ځانه پوښتي، چې:
دا تېروتنه يې ولې وکړه؟
خط يې خراب و؟
ويندوی وارخطا و؟
تر اغېزې لاندې راغلی و؟ او ....
خو ويندوی بايد متن صفا وليکي او د کرښو ترمنځ يوڅه واټن پرېږدي، چې که د ليکو ترمنځ د يوې بلې جملې ليکلو ته اړتيا پېښه شي، بايد دومره تش ځای وي، چې نوې جملې په کې په اسانۍ سره ځای شي.
که چېرې خبريال لـه چا څخه مرکه اخلي، مرکه کېدونکی بايد يوه ارام او غلي ځای ته بوځي. ماهرين او کارپوهان ټينګار
کوي، چې د مـرکې لپـاره تـر تيـاري وړانـدې بـايــد مـرکه کېدونکی او مرکه کوونکی يوځل تشناب ته لاړ شي، چې وروسته ورته اړتيا پېښه نه شي. کلـه چې د مرکې ثبت روان وي، بايد زيات پام وشي، چې مرکه کېدونکی ونه ښوري، ځکه بيا يې په اواز کې بدلون راځي. ګرځنده فون (موبايل) او نور ټلېفونونه، يا غږيز وسايل بايد بند کړل شي، تر کوټې دباندې نورو خلکو ته بايد لارښوونه وشي، چې د مرکې په وخت کې دروازه خلاصه يا بنده نه کړي.
د لندن د يوې راډيو يو ډېر تجربه کار پروډيوسر وايي:
کلـه چې تاسې لـه چا څخه مرکه ثبتوئ او د مرکې په وخت کې د ټلېفون اواز هم اوچت شو، خامخا ستاسو په ثبتوونکې دستګاه کې هم دغه اواز راځي، نو اورېدونکی چې د راډيو لـه څپو څخه دغه پروګرام اوري، د ټلېفون زنګ يې چې واورېد، ناڅاپه وارخطا کېږي، ځکه ګومان کوي، د دوی د خپل کور- يا ګاونډي ټلېفون وشرنګېد. په دې توګه د اورېدونکي ذهني حالت ګډوډ او د پروګرام اورېدنه ترې پاتېږي. يا يې خپل ټلېفون ته سوچ ورځي، يا به د مرکې د اورېدو په وخت کې ذهن ته د پروګرام، يو ذهني انځور ورځي، چې دغه مرکه به په څنګه خونه کې شوې وي؟ هغه ټلېفون به څنګه رنګ درلود؟ د کوټې پر دېوالونو به د چا انځورونه راځوړند وو؟
دوهمه برخه : ",راډيويي چارې او كمپيوټري اسانتياوې
2615,نور محمد كړاو، كابل,"
١٣٨٤ دغويي ١٩مه ( نور محمد كړاو) كابل
دوهمه برخه :
همدغه راز که د مرکه کېدونکي د خبرو په وخت کې د دروازې د پرانيستل کېدو اواز اوچت شو، نو اورېدونکي ناڅاپه هېښ شي او په حيرانۍ سره شا و خوا ګوري، ځکه ګومان کوي، چې د دوی د خپل کور ور پرانيستل شو اوڅوک راننوت!.
د پروګرام د جوړولو په وخت کې بايد د معيار انډول وساتل شي، يانې يو پروګرام بايد لـه سره تر پايه انډوليزه (متوازنه) ښکلا ولري. داسې دې نه وي، چې د پروګرام پيل (Menu) ښايسته وي، خو په خپلـه د پروګرام په منځ کې هېڅ د يادولو وړ خبره نه وي. نه دې پروګرام دومره بدرنګه او مبتذل پيل لري، چې د منځپانګې (محتوا) ښايست يې ترې زيات وي، ځکه اورېدونکي بيا هر وخت لـه دغه ډول ناانډولو او نامنظمو پروګرامونو سره روږدي کېږي، وروسته بيا معياري پروګرامونه هم دوی ته خپل ارزښت بايلي، خو که چېرې د اورېدونکو ذوق او ذهني کــچه پـه پـام کې ونيول شي، راډيويي
پروګرامونه به هم د خلکو ترمنځ محبوبيت پيدا کړي.
اوسني زياتره خبريالان (MD-Player مېني ډسک پلېير) کاروي، چې حساسې ثبتوونکې دستګاوې وي، کلـه داسې هم پېښېږي، چې د مرکې په وخت کې لـه خبريال څخه د ځنډ يا (Pause) تڼۍ ووهل شي، زيات داسې شوي، چې خبريال غوښتي، خپلې پوښتنې ثبتې نه کړي، يوازې د مرکه کېدونکي خبرې ټيپ کړي، خو کلـه چې لـه سيمې څخه راغی او خپل راټول کړي مواد يې اورېدلي، نو يې پام شوی، چې د ځنډ تڼۍ هغه وخت ورڅخه وهل شوې، چې هغه غوښتي، د مرکه کېدونکي خبرې ثبتې کړي، خو کلـه چې غوښتي، خپلې خبرې رانه ولي، نو د ځنډ د تڼۍ په ګومان يې د ثبت تڼۍ وهلې ده.
نو د ثبتونې په وخت کې بايد د ّّمېني ډسک پلېيرّّ وړې هندارې ته وکتل شي، چې ثبت روان دی، که نه؟
د ثبت اواز سم دی، که نه؟ او ....
د خبريال چلندونه
لـه ناروغانو سره يې چلندونه:
يو خبريال چې کلـه د خپل عملي کار ډګر ته ګام ږدي، بيا هغه ډاکټر او رنځپوه ته ورته وي، چې زړه سوی يې کومه ګټه نه لري، نو ځکه دی بايد د درملنې او حل لارې چارې ولټوي. ښايي يو خبريال لـه زياتو دردوونکو پېښو او حالتونو سره مخ شي، کلـه چې دی غواړي، د پېښو اصلي انګېزه او لامل پيدا کړي، لـه خطرونو سره به هم مخ کېږي، خو دی به هغه څه خپروي، چې خلک يې وايي. خپل تصرف او زياتونه يې بايد زياته نه وي. ځکه د پېښو په وړاندې يو خبريال، يوې هندارې ته ورته دی، چې يوازې پېښې او بهيرونه منعکسوي، که لـه ځانه په کې زياتونې او کمونې کوي، نو ځان ته به يې يو لوی ګواښ پېښ کړی وي، ځکه دلته بيا د راډيو پاليسي او حکومتي تګلار هم د پام وړ خبره ده.
انګرېزان وايي:
کلـه چې تاسې لـه يوه رواني ناروغ سره مرکه کوئ، لـه دوی سره مرکه د يوه چارواکي لـه مرکې سره زيات توپير لري، ځان بايد ورته د يوه خواخوږي دوست په توګه ورمعرفي کړئ، که داسې ونه کړئ، نو هغه به تاسو ته رښتيا ونه وايي، په زړه کې به ډېرې خبرې لري، خو نه يې وايي. نو د دې لپاره چې د دغه
ډول کسانو خبرې، د هغوی په سينو کې خوندي او پټې پاتې نه شي، خبريال بايد خپل مرکه کېدونکی لـه رواني پلوه مطالعه کړي، زړه ته يې لار ومومي، د هغه د زړه خبرې دې راوباسي. چې دغه کار د يوه لاسبري او تجربه کاره خبريال لـه خوا ترسره کېدی شي.
زياتره ناروغان چې کلـه خپل دردونه او کړاوونه په يادوي، نو ژاړي، د خپل ژوند ترخې خاطرې وريادېږي، نو ځکه جدي کېږي او ژړا ته پناه وړي. په دې وخت کې يو جدي اقدام ته اړتيا شته، خبريال بايد ناڅاپه ناروغ بلې خبرې ته راوکاږي او داسې پوښتنه دې ترې وکړي، چې هغه مثبتې خوا ته راوکاږي، ترخې خبرې هم بايد ترې واوري، خو دلته بيا خبريال د خپل هېواد او يا نړۍ په وړاندې ولاړ دی، دی بايد د نورو اروايي ناروغانو حالت هم لـه پامه ونه غورځوي، ځکه کېدی شي، د يوه اروايي ناروغ دردوونکې خبرې، د هغه اروايي ناروغ ستونزه زياته کړي، چې راډيو اوري، خو خبريال کولای شي، لـه اروايي ناروغ څخه د ترخو خاطرو ترڅنګ ښې خبرې هم واورئ او نورو اروايي ناروغانو ته هم ګټه ورسوي، د ساري په توګه دغه پوښتنې دې ځنې وکړي، چې: په ژوند کې دې څه شی خوښ دی؟
په دې توګه کولای شي لـه دغسې کسانو څخه ښې خبرې وباسي. په دې توګه يې هم لـه غمونو ځان او نور خبرولای شي، هم يې پر ذوق، خوښې او سليقې پوهېدی شي. ناروغ ته به يې هم احتمالي ذهني او اروايي ګوزار، نه وي ورکړی. يا دې هم ترې وپوښتي: چا درسره زياته مينه کړې، په کور او يا ملګرو کې څوک درباندې زيات ګران دی؟
يا: کوم خواړه دې زيات خوښ دي؟ کوم رنګ دې خوښ دی؟
لـه چارواكو سره يې چلند:
يو خبريال، نه يوازې د خپل شخصيت څرګندويي او نمايندګي کوي، بلکې د خپلې اړوندې راډيو، د ځانګړې سليقې، ذوق، معيار او پوهنيزې يا هنري سطحې استازيتوب هم کوي. د خبريال ظاهري بڼه، د خبرو (پوښتنو- ګروېږنو) او څرګندونو ډول، د هغه لـه پوهې، ځراکت او چالاکۍ سره نېغې اړيکې لري.
خو داسې هم نه ښايي چې خبريال دې لـه ساده کليوالو او نالوستو کسانو سره داسې چلند وکړي او لـه هغوی نه دې داسې پوښتنې وکړي، لکه لـه يوه مسلکي يا بل لوستي کس څخه چې ښايي.
خبريال چې څومره لـه حالاتو او د خلکو لـه دود- دستور سره سم ځان برابروي، هومره بري ته نژدې وي. که چېرې غواړي لـه ساده کليوالو کسانو سره مرکې وکړي او د هغوی لـه خولې ښې خبرې ثبتې کړي، بايد د هغوی په شان جامې واغوندي، د هغوی په ژبه، لـهجه او انداز خبرې وکړي او پوښتنې دې هم د کليوالو ذهني کچې ته په پام سره طرحې کړي. که داسې ونه کړي، نو بری به يې لنډمهالـه يا لږ وي.
يو خبريال به خامخا زيات مهال، لـه چارواکو سره مرکې ته اړتيا پيدا کوي. نو د چارواکو د پوهې، مسئوليت او کارکچه تر ساده خلکو توپير لري، دلته بيا ډېر غور په کار دی، چې نااړوندې پوښتنې بايد ونه شي، تر مرکې وړاندې هر خبريال لـه خپل مرکه کېدونکي کس سره لږې خبرې اترې کوي، د ساري په توګه خبريال خپل مرکه کېدونکی په موضوع، موخه، پروګرام او ګټو يې خبروي. که د اوبو او برېښنا لـه يوه رئيس يا وزير سره مرکه کوي، بايد په اوبو او برېښنا پورې اړوند مسايلو باندې بحث وشي او پوښتنې دې هم داسې وړاندې کړي، چې نه ډېرې پېچلې، نه ډېرې ساده وي. بلکې د خپل پروګرام هدف، موضوع، وخت او ګټو ته دې په پام سره پوښتنې طرحې کړي.
کلـه چې پوښتنې منظمې او پرلـه پسې وي، نه مرکه کېدونکی ستړی کېږي، نه خبريال.
په کابل کې د يوې فرانسوي راډيو خبريالانو د بانک رئيس ته بلنه ورکړې وه، دوی د يوه ګردي مېز په ترڅ کې لـه رئيس څخه پوښتنې ګروېږنې کولې، کلـه چې مرکه پايته ورسېده، نو يوه خبريال، د يوه اردو ژبي سندرغاړي (عدنان سمېع) سندره چالانه کړه او بيا يې لـه رئيس څخه وپوښتل:
که تاسو دغه سندرغاړی وپېژاند، زموږ د ادارې لـه خوا به يوه ښه جايزه درکړل شي!
دا وړ پوښتنه او لـه رئيس څخه د يوه سندرغاړي، د پېژندګلوۍ هڅه، يو غيرمعياري او ناوړه، همدغه راز په ژورناليزم کې لـه توقع خلاف کار دی. ځکه په جدي او ورځنيو مسايلو کې دغه ډول يو اقدام ناوړه هڅه ګڼل کېږي، چې دغه کار يوه لويه نيمګړتيا هم ده، که چېرې ذوقي او هنري مسئلـه وای، يا لـه کوم سندرغاړي، د سندرو لـه کمپوزر، شاعر يا د موسيقۍ لـه بل اړوند کس سره مرکه کېدای، بيا به دغه پوښتنه کوم عيب نه ګڼل کېده.
کلـه چې لـه چارواکو سره مرکه کېږي او د هغه نظر غوښتل کېږي، بايد د هغه دريځ، د راډيو تګلار- کړنلار، همدا شان د خلکو غوښتنې هم په پام کې ونيول شي، يو خبريال چې کلـه د سټوډيو د مايک شا ته کښېني، نه يوازې د خپل ځان، بلکې د خپل هېواد، خلکو او اخر د ټولې نړۍ په وړاندې وجداني مسئوليت لري.
خبريال بايد يو دريځ ولري:
د خبريال لـه دريځ څخه مو موخه هغه موقف دی، چې يو خبريال يې د پېښو په وړاندې لري. په زياتو مسايلو کې واکمن دولت هڅه کوي، خپلـه پاليسي او روحيه غښتلې وښيي، هر دولت، ان د خپل زوال په وخت کې هم، پر خپلې کمزورۍ او ماتې اقرار نه کوي، بلکې هر ډول چې کېږي، د خپلو پلويانو او هملارو روحيه اوچته ساتي. په دې برخه کې لـه ډلـه ييزو رسنيو: ورځپاڼو، راډيو، ټلوېزيون او انټرنټ څخه کار اخلي. خو حقيقت چې هر څنګه وي، خلکو ته به څرګند شي.
که په يوه ځای کې د دولتي چارواکو لـه خوا بمباري کېږي او زيات عام وګړي په دې پېښه کې وژل کېږي، که خبريال سيمې ته ورځي او دا هرڅه په سترګو ويني او دی مايک خولې ته نيسي او دا هر څه ټکي په ټکي بيانوي، دا په حقيقت کې يو بشپړ رپوټ (ګزارش) نه دی، بلکې په دغسې حالاتو کې ډېر احتياط په کار دی، کېدی شي په يوه خبره د دولتي لوړپوړو چارواکو غوسه راوپارېږي، ځکه چې خبريال که يوازې لـه ځانه ګډ وي او پېښې نقلوي، بايد خپل ګزارشونه، په اسنادو کره او بشپړ کړي او د ده لپاره سند، د نورو سيمه ييزو خلکو او بيا د چارواکو خبرې دي، چې دوی ته بايـد پـه خپـل ګـزارش کې د هـر اړخ په اړه نظر ورکړي. وروسته دې خبريال دا مرکې سره وتړي او يو ګزارش دې ترې جوړ کړي. خو که چېرې په سيمه کې څوک نه پيدا کېده، بيا دې هم لـه نژدې سيمه ييزو خلکو څخه جريان وپوښتي او ځان دې خبر کړي.
لـه بده مرغه چې نن سبا لـه ډېرو نړيوالو راډيوګانو څخه نامعياري او لـه اسنادو تش ګزارشونه خپرېږي، چې امکان لري، په دې کار سره خبريالان نور هم لټ شي او لـه جديت او پرلـه پسې هڅو اوږه تشه کړي.
کلـه چې د دغسې پېښو په اړه د چارواکو نظر غوښتل کېږي، هغوی به خامخا غلطي د بل چا ګڼي او د ځينو کارونو مسئوليت به په غاړه نه اخلي، که خبريال په هرڅه خبر وي او د دولتي چارواکو لـه خولې څخه دروغ اوري او دی بيا هم پر خپلې پوښتنې او څېړنې زيات ټينګار وکړي، ښايي د دولت قهر او غوسه راوپاروي. په دغسې حالاتو کې بلـه چاره نه شته، بايد د چارواکو نظر هماغسې خپور شي، خو د عام ولس نظريه دې هم راواخيستل شي او د ګزارش انډول دې سره برابر کړل شي. يانې ولس ته دې زياته ونډه ورکړل شي.
لـه بده مرغه په دولتي راډيوګانو کې د مطبوعاتو ازادۍ ته پاملرنه نه کېږي، د عام ولس ونډه په کې لـه پامه غورځول شوې ده، که يوه پېښه کېږي، پړه يې خامخا پر تېر حکومت، يا دښمن اچول کېږي او دومره چې په خپلـه چارواکي ځانونه په پېښو کې بېګناه ګڼي، عام ولس دومره بې قصوره نه ګڼي.
دلته د خبريال او پروډيوسر لاس هم پراخ نه وي، نه شي کولای، سمه او بشپړه څېړنه وکړي، ځکه چې مخې ته يې د دولتي پاليسۍ او سياسي حساسيتونو پولې پرتې دي. که چېرې يو بشپړ او حقيقت ته نژدې ګزارش برابر هم کړي، د سانسور تر پړاوه نه تېرېږي. خامخا به د دولت پاليسي او د چارواکو بېګناه ثابتول په کې په پام کې نيول کېږي.
خو اوس زياتې غيردولتي راډيوګانې شته، چې د بهرنيو انجوګانو لـه خوا اکمالېږي. دغه راډيوګانې د عام ولس د نظر رااړولو لپاره داسې رپوټونه او مرکې هم خپروي، چې د پانګه ورکوونکي يا هغه هېواد پرضد وي، چې دغه راډيو يې پر پښو درولې ده، لـه همدې کبلـه بهرنۍ راډيوګانې زيات اورېدونکي لري. دا وخت خلک حقيقت ته زيات ارزښت ورکوي او هغه راډيو چې د حقيقت په خپرولو کې صرفه نه کوي، خلکو ته زياتې نژدې او محبوبې وي.
",راډيويي چارې او كمپيوټري اسانتياوې (دويمه برخه)
2616,,"
د غويي ١٩، ١٣٤٨
کابل: د افغانستان په ختيځ کې د لغمان په ولايت کې د نامالومو جنګياليو او امريکايي ځواکونو تر منځ په جګړه کې د يکشنبې په ورځ دوه امريکايي سرتيري او ٢٣ جنګيالي وژل سوي.
امريکايي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې امريکايي پوځونو په سيمه کې په ګزمه بوخت وو چې د يوې ٢٥کسيزي وسله والي ډلې له خوا ورباندې بريد وسو او دواړه لورې د پينځو ساعتونو لپاره په جګړه کې ونښتل.
په دې وروستيو کې د افغانستان په سهيل او ختيځ کې د امريکايي او افغان ځواکونو په وړاندې چريکي بريدونه چې پړه يې په طالبانو اچول کېږي په پراخه کچه ډېر سوي چې شنونکي يې د طالبانو د هغه هوډ پياده کېدل بولي چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ګډوډولو لپاره يې د سختو بريدونو ګواښ کړى وو. ",د لغمان په جګړه کې دوه امريکايان او ٢٣ جنګيالي وژل سوي
2617,,"
کابل: وروسته له هغه چې په خوست کې چارواکو شکايت وکړ چې په کابل کې دولتي اداري په پښتو رسمي مکتوبونه نه مني په يوه بله بيلګه ييزه پېښه کې د اطلاعات او کلتور وزارت اوس وايي چې دوى په پښتو ژبه خبرونه هم نه مني.
حاجي برات محمد مشعل، د پکتيکا غږ راډيو مشر بينوا خبريال ته د دوشنبې په ورځ وويل چې ده به له پکتيکا ولايت نه په پښتو ژبه خبرونه په کابل کې د باختر اژانس عمومي رياست ته راوړل خو اوس د همدې رياست چارواکو ورته ويلې چې نور نو خبرونه بايد په پښتو را نه وړي.
نجيب الله د باختر اژانس د کورنيو خبرونو مشر ده ته ويلي چې خبرونه بايد په پاړسي ژبه راوړي او که په پښتو د کومو خبرونو د خپرولو اړتيا وه دوى به يي وژباړي.
د پښتو په برخه کې د رهين تر مشرۍ لاندي د اطلاعات او کلتور وزارت نه له ډېري مودې راهيسې خلک سر ټکوي چې د نورو ژبو سره په پرتله د ډيرکيو له دې ژبې سره د مور او ميرې سلوک کوي او په راډيويي، ټلويزوني او چاپي خپرونو کې ډېره لږ برخه ورکوي. کتونکې په دې باور دي چې اوس د اطلاعات او کلتور وزارت په يوازيني سرکاري خبري اژانس کې هم له پښتو سره تبعيض پيل کړى دا کېداى سي د همدې وزارت په وړاندې د خلکو غوسه نوره هم راوپاروي.
",باختر اژانس ته په پښتو خبرونه مه راوړئ!
2618,سورغر توخی - غوړه مرغه,"
١٣٨٤ د غويي ١٩ ( سورغر توخي – کندهار )
د لــــــــوی کندهار فرهنګي ټولنه
د سهېل لوېديځي حوزې ټولو فرهنګي ټولنو د لوی کندهار فرهنګي ټولني په نامه يوه اداره جوړه کړه .
په دې اړه پرون د غويي دمياشتي پر ١٨مه نېټۀ د ماښام پر شپږ بجې په کندهار کي يوه غونډۀ جوړه شوه چي ددغو ټولنو استازو اوغړو په کي ګډؤن درلود.
په غونډه کي چي دبينوافرهنګي ټولني ،هيوادکلتوري ټولني، احمدشاباباعلمي ټولني ،مړوند ادبي ټولني ،ميوندادبي ټولني، شيخ متي ادبي ټولني ،ترنک ادبي ټولني ،بست فرهنګي ټولني ، دکندهاردراډيوټلويزون ادارې ،افغان مطبوعاتي فرهنګي مرکز،داطلاعاتواوکلتوررياست او دکندهارازادوکلتوري اشخاصو ليکوالواو شاعرانو داستازو په نوښت دسهيلي حوزې دفرهنګي د پرمختګ او ګډو چارو د ترسره کولو په اړه خبري وشوې .
په نوموړې غونډه کي علامه عبدالشکوررشادبابا زوى ډاکتر طارق رشاد دلوی کندهاردفرهنګي ټولني د لنډمهالي مشر په توګه چي تر دريومياشتوپوري به وي افتخاري وټاکل شو ، په غونډه کي دا پرېکړه هم وشوه چي له دريو مياشتووروسته به دټولوټولنوپه ګډه ناسته او دپټواو ازادوعمومي رايوسره بل مشر تر دريو مياشتوپوري ټاکل کيږي .
دغونډي يوه تن برخه وال ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالمالک همت وويل ."" موږ ددسهيلي حوزي ټولنودلوي کندهارفرهنګي ټولنه په دې موخه جوړه وه چي ددي سيمي ليکوالان او فرهنګي ټولني يوځاي اوپه ګډه سره کار وکړي او هم په دي کارونوکي له يوبل سره همږغي اوملګري واوسي .
دکندهارپوهنتون پخواني ريس ليکوال او شاعراستادحيات الله ر فيقي دنوموړي غونډي دارزښت په اړه داسي وويل : که چيري دافرهنګي ټولني په ګډه اوملګرتوب خپل کارونه مخ بوزي ، له دينه به ښه وي چي په انفرادي ډول يي مخ ته بيا يي او دابه ددي سيمي په فرهنګي چاروکي يو ډول مثبت بدولون راولي داځکه چي دلته به يوالى موجود وي ""
نوموړي په دې اړه زياته کړه چي : دادوخت تقاضا ده چي موږ او تاسو بايد په ګډه او يوځای کارسره وکړو موږ اوتاسو ټول ديوه ارمان او يوي هيلي لپاره کارکوو""
ښاغلی ډاکټر طارق رشاد چي په دې وروستيو کي د هالنډ څخه کندهار ته تللی دی د غونډي د برخه والو له خوا ددې ټولني مشر وټاکل شو .
ښاغلي ډاکټر عبدالرزاق پالوال د ښاغلي رشاد په اړه وويل ."" ډاکټرطارق رشاد به ددريو مياشتولپاره ددې ګډي جرګې مشري په غاړه اخلي وروسته به دبل مشرلپاره دپټواو ازدو عمومي رايو له مخي بل تن مشر وټاکو .
ډاکټر طارق رشاد د بېنوا ويبپاڼي د خبريال سره دخبرو پر وخت وويل : دا تيره غونډه ديوه ږغ پورته کولو لپاره مناسبه غونډۀ وه ترڅود ګډ تفاهم له لاري کاروشي او هم امکانات سره ګډ کړل شي ، نننۍ غونډي زه دلنډي مهالي دورې دمشرتوب لپاره وټاکلم ، زما تر دې درې مياشتنۍ دورې وروسته به داچاري درايه اچولو له لاري بل کس ته سپارل کيږي .
ښاغلي ډاکټر طارق د دې ټولني د ارزښت په اړه وويل : که داسي ټولني دلوی ننګرهار او لويي پکتياکلتوري ټولني جوړي کړي او کلتوري اشخاص داسي تفاهم رامنځ ته کړي اوورسته داسره وصل سي دا به دهيواد په سطحه ملي يوالی رامنځته کړي او کلتوري کارونو ته به ښه وده ورکړي .
په دې غونډه کي د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد تر ټاکلو وروسته د ټولني دمنشي او مرستيالانو د ټاکلو ازادي او پټي ټاکني ترسره شوې .
چي په دي رايو کي دښکلامجلې مسئول مدير عبدالقديم پتيال اوعبدالمالک همت مرستيالان او حاجي جماالدين ياور دمنشي په توګه وټاکل شول .
ليکوال او شاعر ښاغلي طالب رحيمي ددې غونډي جوړېدل د سيمي د فرهنګي چارو د لا سمون او پياوړتيا په لاره کښي يوه ډېره اغېزمنه هڅه وبلله ، او د ټولني ټاکل شوي مشر ښاغلي ډاکټر طارق رشاد او نورو مسولينو ته يې مبارکي وويل .
ددې غونډي په پای کي پرېکړه وشوه چي راتلونکې يکشنبې به يوه بله غونډه جوړوي ، او په هغې کي به دټولني تګلاره جوړوي ، همدا ډول به د هري غونډي په پای کي دراتلونکي غونډي له پاره نېټۀ او ځای ټاکل کيږي .
",په کندهار کي فرهنګي ټولنو يوه ګډه اداره جوړه کړه
2619,ننګيالی بڅرکی - هالنډ,"
١٩ د غويي ١٣٨٤
په خواشينۍ سره ناوخته خبرسوم چي خدای بخښلی ميرزاعلم حميدي د٦٤کالوپه عمرزموږڅخه دټول عمردپاره په مخه ښه وکړه نوموړي دادب دسېل يوه کوتره ،چي خپل دعمرٍډيره برخه يې په هيوادکي دپرګنودخدمت دپاره تېرکړی ؤ،اودادب په ميدان کي يونامتوشاعر،ژباړونکی ليکوال و. نوموړي دليکني خپل ځانګړی سبک درلود ،هغه آزادي ليکني کولې اودهيڅ چارواکي تراغيزي لاندي نه و راغلی.
دمرحوم حميدي ليکني ترکومه ځايه چي ماتعقيب کړي دي هغه دنوښتګرۍ سره مينه درلوده اوخپلي ليکنې هم دعلمي اورياليستيکواوٍصولوسره سم داينده اوراتلونکي انسان دپاره ليکل ، داسي ليکوالان زموږپه ټولنه کي ډيرکم پيداکيږي اوضايعه يې نه جبران کيدونکې ده.
مادمرحوم حميدي صاحب سره په څوبانډاروکي بانډارکړيدی، خوورستی بانډارمي په هالنډکي د امستردام په ښارکي ورسره وسو،چي ميرويس ظاهرهم هالنډ ته دميلمه په صفت راغلی و.
دهغه بانډارخوږاوپه زړه پوري و.خدای دي محترم ميرزاعلم حميدي وبخښي دده په مرګ سره دافغانستان منورين، ليکوالان ،اوپه هيوادکي دننه اودهيواه نه بهر ټوله خلک خواشني سوه ددې خبري معناداده چي داسي شخصيتونه په يوه کورنۍ ، قوم پوري تړلي نه دي ؛بلکي دوی په ټول ملت پوري اړه لري نودحميدي صاحب کورنۍ ته ،دمرحوم انډيوالانواودافغانستان ټولوخلکوته دزړه له کومي تسليت غواړم اودخدای له درباره ودته جنت غواړم (( روح دي ښاد وي ))
دمرحوم حميدي صاحب خواخوږی
ننګيالی بڅرکی
",د احمدشابابا د علمي او ادبي ټولني د خواخوږۍ پيغام
2620,,"
١٩- غويی ١٣٨٤ ماسکو
مسكو: د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، نړيوالې ټولني ته د دي بلنه وركړه، چې د دويمي نړيوالې جګړې درسونه په ياد ولري او د دغه ډول غميزي د بيا تكراريدو مخه ونيسي.
پوتين پر فاشيستي المان باندي د بري د ۶۰مي كليزي په وياړ په جوړ شوي پوځي پريډ كې د وينا په وخت كې په دي خبره باندي زور واچاوه، چې روسيه به د متحدينو: د امريكي د متحدو ايالتونو، انګلستان، فرانسي او د هتلر ضد ايتلاف د نورو هيوادونو مرسته، تل په ياد لري.
په دويمه نړيواله جګړه كې، شوروي اتحاد تر ټولو سخت تلفات وركړل. يوازي ځاني تلفات يې ۲۷ مليونه كسو ته ورسيدل او د المان د فاشيستي پوځونو په ماتولو كې يې پريكړوني ونډه واخيستله.
پوتين په دغو مراسمو كې وويل، چې روسيه په اوسني وخت كې خپل سياست د آزادۍ او دموكراسي د ايديالونو او پر دي بنسټ جوړوي چې هر دولت په خپله خوښه د پرمختيا د لاري د غوره كولو حق لري.
پوتين د روسيې او المان تر منځ له جګړي نه وروسته تاريخي پخلاتوب د اروپا تر ټولو قيمتي برياليتوب او د اوسنۍ نړيوال سياست لپاره ښه مثال وباله .
",فاشيستي المان باندي د بري ۶۰مه كاليزه ولمانځل شوه
2621,,"
١٩- غويی - ١٣٨٤ ماسکو
نن په مسكو كې پر فاشيستي المان باندي د بري د ۶۰مي كاليزي په وياړ يو شانداره پوځي پريډ تر سره شو.
په دغه پوځي پريډ كې تر ۷ زرو زياتو پوځيانو او د دويمي نړيوالي جګړي د وخت وسله په لاس عسكرو چې د هغه وخت يونيفورم يې اغوستي وو، په سره ډګر كې تير شول. د دوي په لاس كي د بري بيرغ چې د ۱۹۴۵ كال د مۍ په مياشت كې په نيول شوي برلين كې د فاشيستي المان د پارلمان پر وداني باندي درول شوي و، او د هغو پوځي قطعاتو بيرغونه وو، چې د جګړي په كلونو كې په ځانګړو برياليتوبونو وياړل شوي وو.
په هغو شانداره مراسمو كې چې نن په مسكو كې تر سره شول، د ديسانت عسكرو، سمندري پليو عسكرو، د كورنيو چارو د وزارت عسكرو او د حربي اكاډميو محصلينو برخه اخيستي وه.
د پريډ په وخت كې تر ۵۰ د ډيرو دولتونو مشران حاضر وو.
د پريډ د مراسمو تر پاي ته رسيدلو وروسته، دغو مشرانو چې په هغي كې د امريكي ولس مشر، جورج بوش، فرانسي ولس مشر، ژاك شيراك، د المان صدر اعظم، ګير هارد شيريدر، د چين ولس مشر، خوڅزين تاو او د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي، كوفې عنان هم برخه درلوده، د كرملين د ماڼۍ ديوال ته نژدي د بي نومي عسكر قبر ته ګلان كيښودل.
",په مسكو كې پوځي پريډ تر سره شو
2622,,"
١٩ غويی ١٣٨٤
مسكو: د المان صدر اعظم، ګيرهارد شريدر، د هغو كړاوونو له امله چې د المان فاشيستي رژيم د شوروي اتحاد اوسيدونكو ته ورپيښ كړل، د روسيې له ولس نه بښنه وغوښتله.
ښاغلي شريدر، د روسې د«کموسومولسکایا» له ورځپاڼي سره په مركه كې وويل چې بل يو ولس هم پر المان باندي د بري په وړاندي دومره لوړه بيه نه ده وركړي لكه چې شوروي ولس ور كړي ده.
د المان صدر اعظم، همدا اوس د جګړي د پخوانيو الماني برخه والو او د ځوانو المانيانو له يوي ډلي سره يو ځاي په مسكو كې دي.
",د المان صدراعظم د روسيې له ولس نه بخښنه وغوښتله
2623,,"
١٩- غويی - ١٣٨٤
مسكو: د روسيې جمهور رييس، ولاديمير پوتين، پر عراق باندي د امريكا د متحدو ايالتونو پوځي يرغل، د جورج بوش د حكومت سخته بهرنۍ سياسي غلطي ګڼلي ده. پوتين دغه خبره د سي. بي. اس. له امريكنې تلويويزيون سره په يوه مركه كې څرګنده كړه.
پوتين په عراق كې د صدام حسين د رژيم د رانسكورولو او په دغه هيواد كې د اوسنۍ وضعي د يادولو په ترڅ پر دي خبره باند ټينګار وكړ چې ديموكراسي نه شي صادريدلي.
",پوتين پر عراق باندي پوځي يرغل د امريكي غلطي وګڼله
2624,,"
",
2625,کوچۍ,"
١٩ د غويی ١٣٨٤
د امريکايې روغتيا پوهانو يوې څيړنې دا جوته کړی ده چې سګرټ د ماشومانو په ذهني ودې ناوړه اغيزه کوي. د دې څيړنې له مخې هغه ماشومان چې د لويانو د سګرټ څکولو په وخت د سګرټو لوګې تنفس کوي، کله چې د ښوونځی عمر ته ورسيږي نو رياضي او ساينسي مضامين سم نه شي زده کولی .
په امريکا کې د نږدې ٤٥٠٠ ماشومانو له څيړنې وروسته د ا جوته شوی چې د سګرټو له لوګي سره داسې يو ډول مواد د ماشوم د سګو له لارې ويني ته ننوزي چې کولې شي په ماغزو يې بد اثر وکړي.
دوي هغه ماشومان چې د سګرټ څکونکو په چاپيريال کې و او هغوي چې د سګرټو له لوګی څخه لري و، په جلا جلا توګه د څيړنې لاندې نيولي و او پورتنۍ نتيجې ته رسيدلي و.
اوس په نړۍ کې ډېري هلې ځلې روانې دي چې پلارونه او ميندي د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکی لپاره نه يواځې سګرټ پريږدي ، بلکې هڅه کوي چې هغوي د سګرټ څکونکو له چاپيريال څخه لري وساتي.
د برطانيې حکومت اعلان کړی دی چې تر راتلونکو څلورو کالونو به په ډېرو عامه ځايونو کې د سګرټ په څکولو بنديز ولګول شي.
روغتيا پوهان هم د خلکو نه غوښتنه کوي چې د ماشومانو په چاپيريال کې د سګرټو له څکولو نه په کلکه ډډه وکړي.
",د سګرټو لوګې د ماشومانو ذهني ودې ته زيان رسوي
2626,عبدالله احسان,"
١٩ غويی ١٣٨٤بي بي سي :
د افغانستان تکړه او نوميالی سندغاړی
نصرت پارسا ځوانيمرګ شو
د افغانستان يو وتلی سندرغاړی نصرت پارسا تېره شپه په يوې پېښي کي ومړ .
( انالله و انااليه راجعون )
نوموړی تېره شپه په کاناډا کي د يوه کنسرت څخه وروسته د ناپېژندل شويو کسانو تر برېد لاندی راغی ، روغتون ته د رسېدلو وروسته مړ شو .
نصرت پارسا د شرقي موسيقۍ يوه بااستعداده څېره په يوې پيښي کي د موسيقۍ له بهير څخه د ابد له پاره جلا شو . نصرت پارسا پرون د کاناډا د ونکوور په ښار کي د يوه کنسرټ ورکولو څخه وروسته د څو تنو له خوا په وهلو ټکولو کي ووژل شو .
پارسا په اته کلنۍ کي په موسيقي پيل وکړ او د مرحوم استاد سرآهنګ شاګرد و . وروسته هند ته ولاړ ، هلته يې د استاد منور علي خان او پندت دېش خان شاګردي يې وکړه . کله چي المان ته مهاجر شو د موسيقۍ زده کړو ته يې دوام ورکړ او د استاد غلام علي خان چي د غزل نامتو استاد دی شاګرد پاته شو . افغان سندرغاړی نجيب حق پرست د نصرت پارسا په هکله داسي وايي : ښه ځوان و ، باتربيه ځوان و ، خوش اخلاقه ځوان و ، ښه هنر يې درلودی ، داسي يو هنرمند چي د افغانستان په جامعه کي لاسته راځي د زړه په وينو تربيه کيږي ، د زړه په وينو لاسته راځي . بايد سړی په ډېر احتياط داسي هنرمند وساتي ، مګر متاسفانه زموږ څخه په ډېر ارزانه له لاسه ولاړ سي . خدای دي له نصرت پارسا سره ښه وکړي .
بېنوا ويبپاڼه په داسي حال کي چي په تېرو څو مياشتو کي د خپل هيواد دهنر ، ادب او پوهي دلاري بې جوړې ځلانده ستوري يې يو په بل پسي له لاسه ورکړه ، د نصرت پارسا غم يې نور هم د زړونوپر سرونو يو نه هيرېدونکی داغ شو !
روح يې ښاده ، ياد يې تل پاته
د هيواد د دې نوميالي سندغاړي په اړه نور ډېر مالومات
د هغه په ځانګړې پاڼه کي ولولئ
د ارواښاد پارسا سندري :
قدم راواخله د لالي پر کور زړه شې ناوې ( اتڼ ) . . .
راشه ماته غلې ، ای نازولې ، پر مخ زرين خالونه . . .
د ځوانيمرګ نصرت پارسا د ژوند وروستی کنسرت
",افغان سندرغاړی نصرت پارسا په کاناډا کي ووژل شو
2627,يوسف هيواددوست - ډنمارک,"
١٣٨٤ د غويي شلمه
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان یو تن ګران او پخوانی غوره فرهنګي شخصیت استاد عبدالجلیل وجدي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
( لوی خدای دې ښه جنوتونه ور په برخه کړي )
استاد ( وجدي )د افغانستان د یو غوره لیکوال ،څېړونکي او ادبی منتقد په توګه د خپل خوږ ژوند زیاته برخه د افغانی هنر او ادب ،تاریخ لیکنې اوعلمي پلټنولپاره بېله کړې وه او ټول ژوند له قلم او لیکنو سره مل وو.
په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز د ارواښاد استاد ( وجدي ) مړینه د افغانستان د فرهنګ او علومو د برخې یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼي او په دې توګه د ارواښاد کورنۍ ،دوستانو ،همکارانو او شاګردانو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي او د خواخوږۍ له دغه پیغام سره هیله لري ،د استاد وجدي آثار او لیکنې راټولې او چاپ ته وسپارل شی .
په درنښت
د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي خدمتونو مرکز په استازیتوب
یوسف هېواددوست
",د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز د خواخوږۍ پيغام
2628,يوسف هيواددوست - ډنمارک,"
١٣٨٤ د غويي شلمه
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر واخیست چې د افغانستان یو تن پردېس او زیارکښ لیکوال میرزاعلم ( حمیدی ) په حق ورسېد .
( لوی خدای دې وبښي)
ارواښاد میرزا علم حمیدي یو له هغو لیکوالو څخه دی چې د نړۍ د یو شمېر غوره لیکوالو ځینې آثار یې په پښتو وژباړل او د پښتو د ادب دغه برخه یې لا پسې پیاوړې کړه .هغه د خپل روزنیز تخصص ترڅنګ بې شمېره ادبي او هنري لیکنې وکړې ،کیسې او داستانونه یې ولیکل ،نړېوال طنزونه او د نړۍ د پوهانو غوره ویناوې یې په پښتو وژباړلې او په دې توګه د یو غوره لیکوال په توګه ټول عمر له هنر او ادب سره ملګری پاتې شو .
په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز د ارواښاد میرزا علم حمیدي مړینه د هېواد د ادبي کړیو لپاره یوه خواشینونکې پېښه ګڼي او په دې توګه د ارواښاد کورنۍ ،دوستانو او ملګرو ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوي .
په درنښت
یوسف هېواددوست
",د خدای بخښلي حميدي په اړه د( خپلواکۍ ) د مرکز پيغام
2629,مجيد خان بابر - امريکه,"
١٣٨٤ دغويي شلمه
غــــزل
شيـــــــــــــــــــــــــــــــبې دبارانه چې ورېدې رايادېدې
دګل غوندې مې زړه کې ټوکېــــــــــــــــدې رايادېدې
دستـــــــــــــــورو په ځلا کې را نه ورکه شوې ملګرې
سپوږمۍ غوندې په وريــــځ کې پټيدې رايادېدې
يو ﻻس يې په منګي بل يې په ډوډي د سيند غاړه
د نجونو لوپټې چې رپـــــــــــــــــــــــــــــــــيدې رايادېدې
دسروګلونوباغ ته بيګاه ســـــــــــــــــــتا په تکل وﻻړم
کلۍ دبلبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلانو شرميدې رايادېدې
خزانه! دبيلتون ترخه وختـــــــــــــــــونه دې راياد کړل
له ونو نه چې پا ڼــــــــــــــــــــــــــــــــــــې رژېدې رايادېدې
دمينې په مذهب يې مرتبه دمجنون راکړه
شعوره چې جنون ته پسـخيدې رايادېدې
غـــــــــزل
په سورسالوکې لکه ګل ښکاريده
ښکلې والۍيې ځل وبل ښکاريده
چې له بڼوﻻندې يې پټ پټ کتــــل
زما دميــــــــــــنې په تکل ښـکاريده
په مرمري غاړه دســـرو تاويز کې
سپيــــــــنه کوتره د کابل ښکاريده
يوه غوټۍ لکه دګل دلښــــــــــــــــتې
خوره وره په چارپيرچل ښکاريده
په حنا سرهﻻسونه تورې سـترګې
دبوډۍټال ګل سنبل ښـــــــــــکاريده
چې مې دخيال ورشو کې ورکه شوله
هوسۍ پريشانه دځنګل ښــــکاريده
",( زما دمينې په تکل ښکاريده )
2630,پوهنوال محمدبشير دوديال,"
پوهنوال محمدبشير دوديال
د پلان تعريف:
ډيره ستونزمنه خبره دا ده چې د بيلابيلو اقتصادي، ټولنيزو او سياسي شرايطو لاندې د اقتصادي لرې ليد""دورنما"" پروګرامونو لپاره د مطروحه دندو تعريف يا پلان جوړونه يا بل هر هغه هر اړخيز مفهوم غوره شي چې د ټولو لپاره صدق ومومي، خو موږ دلته عمدتاً د اقتصادي پرمختيا د مضمون په اړه د پلان لنډ مفاهيم توضيح كوو؛
پلان جوړونه هغه وسيله ده چې د ټاكل شويو موخو پر خوا چې د هيواد دچارواكو له خوا پخوا په پام كې نيول شول شوى، ټولنه روانوي، او لارښونه ورته كوي. د پروفيسور"" جاګان"" په وينا: موږ د پلان نومونه ډير زيات او په ډيرو مواردو كې كاروو، دا د يو كوچني شخصي كار تدبير او تر سره كولو څخه نيولى بيا د رسمي او سترو چارو ترسره كولو پورې خپلو خبرو كې راوړو. مګر دلته زموږ مقصد له اقتصادي اجتماعي پلان جوړونې Cociol- economic Planning څخه دى او هغه داسې تعريفولاى شو:
11پلان جوړونه د هغو تدابيرو مجموعه ده چې د چارو مسوولين يې په يو ټاكلې وخت كې، يو يا څو هدفونو ته د رسيدو لپاره په پام كې نيسې. يو شمير اقتصادي پوهان وايي چې د پلان جوړونې علم، په ځانګړو شرايطو كې اقتصادي قوانين د هغو د ټاكلو علتونو په پيژندلو سره او د ټولنې د عايداتو د لوړولو، د مجدد توليد د عمليې د ښه كولو، د اقتصادي پرمختيا د چټكولو لاره په ډير ښه صورت سره د تطبق وړ ګرځوي. يو شمير نور پوهان وايي د پلان جوړونې علم، اقتصادي قوانين په ځانګړو لارو چارو تر څېړنې لاندې نيسې او د اقتصادي پرمختيا لار پرې هواروي او آينده يي سنجوي.
له پورتنيو تعريفونو څخه دا نتيجه اخلو چې: پلان د هغو منسجمو تدابيرو مجموعه ده چې دهغو په پلې كولو سره په ټولنه كې د بيلابيلو سكتورونو لكه، كرنې، صنايعو، مالدارى، ترانسپورت، كانونو، ښوونې او روزنې، عامې روغتيا، ښارجوړولو، اوبو رسولو او نورو برخو كې هغه اهداف چې دټولنې د اقتصادي ځانګړتياو او عيني قوانينو يا شرايطو په پام كې نيولو سره په نظر كې وي، تر لاسه شي. د پلان جوړونې په هكله د اقتصاد د علم نامتو پوهانو لكه،Dr Dalton, Prof.Lewis, Dickinson,Zeweig, Myrdal او نورو له خوا بيلا بيل نظريات وركړل شوي دي چې داسې يې خلاصه كولاى شو.
پلان جوړونه هغه آګاهانه جريان دى چې د ټاكلو اهدافو، د ترلاسه كولو لپاره ترسره كيږي او د راتلونكي لپاره يو له بل سره تړلې فعاليتونه او اقدامات وړاندې كوي. د اقتصادي پرمختيا په اړه په مشخصه توګه ويلاى شو چې پلان جوړونه د هغو ټولو تدابيرو مجموعه ده چې داقتصادي پرمختيا په مگنظور د يو اقتصادي مقام لخوا د هغو اهدافو د رسيدلو لپاره ترسره كيږي كوم چې دهغو څخه اصلي مقصد د اقتصاد پرمختيا او په ټاكلې وخت كې د پرمختيايي اقتصاد د مشخصاتو، نښو او معيارونو له منځه وړل او د يو پرمختللې اقتصاد د معيارونو رامنځته كول وي.د اقتصادي پلانونو تيوري يوه نوې اقتصادي ښكارنده""پديده"" ده چې په تيره بيا د شلمې پيړى په دويمه لسيزه كې يې غوره پايلې تر سترګو شوې.
د پلان جوړونې تيوري لاندې درې موضوعات رااخلي:
پلان ټولنيزه او اقتصادي برخه، د ټولنې د اړتياوو د پوره كولو لپاره د مجدد توليد او ملي عايد د لوړولو د تدابيرو عملي والى يا د تطبيق ممكنه لارې چارې يې.
د پلان د اسلوب پيژندلو برخه د اقتصادي تعاملاتو علمي پيژندنه ده چې هدف ته د رسيدو تجربه شوې لارې چارې څرګندوي.
د پلان د تنظيم برخه، د پلان د تخنيكي او تشكيلاتي چارو ترتيب او په ټولو ټولنيزو او اقتصادي برخو كې د پلان اجراء څېړي. د دغو ټولو برخو تر منځ يو دياليكتيكي"" سره پيلې"" اړيكي شته.
دا چې د اقصاد علم په مجموع كې هغه ټولنيز علم دى چې د ټولنې پراخو غوښتنو ته محدودي سرچينې بيلوي، په تيره بيا په پرمختللو هيوادو كې هر راز سرچينې"" منابع"" لكه طبيعي منابع، بشري او سرمايوي منابع ليږي دي. نو له دغو محدودو منابعو څخه ډيره ښه او ګټوره استفاده د يوې ټاكلې كړنلارې لاندې د پرمختيايي اقتصاد راتلونكې تګلورى جوړوي، داسې تګلورى چې دهغې له مخې له محدودو منابعو نه اعظمي ګټه پورته شي او هغه بدلونونه رامنځ ته شي. دا خبره بايد هرو مرو په پام كې ونيسو چې پلان جوړونه يوازې پرمختيايي هيوادونو كې نه تطبيقيږي، بلكې پر مختللې صنعتي هيوادونه هم پلان جوړونه تطبيقوي خو پدې بحث كې زموږ له يوه پرمختيايي اقتصاد څخه دى نو ځكه په دې هكله زيات تماس نيسو. سره له دې چې نن روځ په اقتصاد كې د پروګرامينګProgramming نومونه هم دود دي خو په معنى كې هماغه د تدابيرو مجموعه افاده كوي. په دې ډول نه يوازې پرمختيايي اقتصاد بلكې پرمختللى اقتصاد هم د پلان جوړونې په ذريعه خپل بنسټونه كلكوي.
په يوه پرمختيايي اقتصاد كې له ټولو مادي او معنوي منابعو مناسب تنظيمول د هغاوى د ترقى راز دى. په پرمختيايي هيوادونو كې اقتصادي پرمختګ او وده په عمومي ډول ډيره ورو او ځنډنى ده او هغه اقتصادي ستونزې چې دوى وروسره مخامخ دي، پرته د يو مركزي ارګان له مداخلې په بشپړ ډول له منځه نشي تلاى. په دې ډول پلان جوړونه د يوې مركزي كلكې كړى په توګه د پرمختيايي هيواد اقتصاد رهبري كوي، د علم او تخنيك د پرمختګ، د ملي عايد لوړيدو، د اقتصاد ټولو څانګو دائمي او دوامداره اوچتول، د خلكو د ژوند د مادي او معنوي اړخونو ښه كول، دټولنيز توليد د مثمريت او د كار د مولديت زياتول د پلان مهم مفهوم جوړوي.
د پلان جوړولو نړيوال تجارب:
لكه چې وويل شو پلان جوړونه د اقتصادي علومو يوه نسبتاً نوې څانګه ده، نن ورځ هيڅ يو داسې هيواد نشته چې په هغه كې پلان په يوه نه يوه بڼه رواج نه وي. دا ناسمه خبره ده چې پلان جوړونه ګواكې په يو اقتصادي ځانګړي سيستم پورې تړلې وبلل شي. بلكې د اقتصاد د علم كلاسيكو علماوو او بيا ان دا چې د شلمې پيړى پوهانو په بازار كې د اقتصادي تعادل مسلې ته ډير اهميت وركاوه. د اقتصاد پوهانو له نظره اقتصادي بې كړكيچه پرمختيا او وده پرته د دولت له مداخلې بې له لارښوونې ناممكنه ده. په بيلابيلو صنعتي هيوادونو كې د اويايمې لسيزي او وروسته تر هغه د څو اقتصادي بحرانونو له پيښيدو، د بيكاريو د رامنځ ته كيدو( چې په المان كې آن په سلو كې تر 12% ورسيده) دغو بې ثباتيو وښوده چې بايد د اقتصادي، اجتماعي ودې لپاره د دولت له خوا پلان تطبيق شي. د دې تر څنګ هغه هيوادونه چې پرمختيايي اقتصاد لري، د خپل ځانګړي خصوصيت له مخې په كلكه سره پلان جوړولو ته اړتيا لري. په تيره بيا په اوسنيو شرايطو كې چې موږ ژوند كوو له يوې خوا د اقتصادي امكاناتو د لا پراخوالې او برتري طلبي تلوسه موجوده ده، له بلې خوا دا يو ضرورت دى چې يو وده موندنكى اقتصاد په منطق او معقوله توګه استوار شي. د پرمختيايي هيواد وګړي د هغه لوى واټن له كبله چې ټولنيزې پرمختيا له مخې د وى او د پرمختللو هيوادو تر منځ موجود دى ځوابيږي. د وروسته پاتې هيوادو چارواكې بايد ثابته كړې چې كولاى شي خپلې اقتصادي ستونزي له منځه يوسي او د علمي معقولو پلانونو په اجراء او تدوين سره خپل مادي او معنوي ژوند بسيا كړي. لكه هماغسې چې تقريباً ټول پرمختللې صنعتي هيوادونه په يوه ملي مقياس سره دپلان جوړونې بيلا بيل ډولونه عملي كوي نو پرمختيايي هيوادونه لا مجبور دي چې په پلان جوړونه كې ښه تجارب تر لاسه كړي. د نړۍ بيلا بيلو هيوادونو په تيره بيا وروسته تر 1929-1933 كلونو پورې اقتصادي پروګرام او پلان جوړولو ته ملا وتړله. تجاربو دا وښوده چې فرانسگې، ايټاليا، جاپان او د سكندنوياوي هيوادو كې د اقتصادي پرمختيا د پلانونو طرحه يو مناسب كار وو. له همدې امله فرانسې له 1949 كال راهيسې څو څو ځلې د يوې ټاكلې مودې پلانونه طرحه او عملي كړل او مثبت تجارب او نتايج يي تر لاسه كړل. خصوصاً په 1967 كې د دوى اووم اقتصادي پنځه كلن پلان ډير بريالى و. برتانيا هم د 60 لسيزي پلانونه او ايټاليې خپل دوه Pieraccini Plan او Vanoni Plan ډير بريالي تطبيق كړل همدا وخت جرمني هم دا تجربه ومنله او خپل پلانونه يي طرحه كړل. په همدې وخت كې Shanfield او Perroux د پلانونو په هكله ځانګړې علمي تحقيقات ترسره كړل، خصوصاً V.Luz په 1969 كې په لندن كې خپل يو اثرPlanning for the market economy په نوم خپور كړ او په هغه كې يې دفرانسې د اقتصادي پرمختيا تحليل ترسره كړ. د دوى خصوصياتو په اقتصادي پلانونو كې حتى تشويقي، حمايوي موارد، د شركتونو ګډې همكارى، مستقيمې او غيرمستقيمې سبسايديې ته پاملرنه وكړه. دوى ځكه هم دقيق، پيش بيني شويو، لارښودو پلانونو ته اړتيا درلوده چې ځينو انحصارنو"" مونوپولونو"" دومره پياوړتيا ومونده چې ورو ورو يي ټول سيستم "" بازار"" تر اغيزې لاندې راوست او حتى د "" قاتلانه رقابت"" ويره موجوده وه، بل دا چې خصوصي متشبيثين يا علاقمندان نه وو، يا يې دا توان نه درلود چې عام المنفعه تاسيساتو، پروژو لكه بندونه، ويالو، سړكونو، د بريښنا تاسيسات، ښارجوولو او نورو كې پانګه واچوي. نو ځكه د دغو برخو پانګه اچونه او هغه هم معقوله علمي او پلانيزه بڼه د دولت په غاړه ولويده او تر ټولو مهمه دا چې د طبيعي شتمنيو او منابعو د ساتنې په هكله هم د دولتي پلانونو دنده ډيره مهمه وه لكه د ځنګلونو ساتنه، د ځانګړو ځايونو ساتنه او د كرنې او څښلو لپاره د اوبو رسول او نور. دغه راز دولتونو دا اړتيا احساسوله چې بايد نوى رامنځ ته شوې صنايع د وارداتو له رقابت څخه وساتي او د استخدام لازم فرصتونه ايجاد كړي.
نو ځكه د پلان جوړولو له لارې يې د بازار د نواقصو اصلاح كولو ته ملا وتړله او منابع او سكتورونه يې ټاكلې لورې ته رهبري كول.
تر 1928 پورې مكزيك يو وروسته پاتې هيواد بلل كيده، دغه وخت د دې هيواد جمهور رئيس Plutarco يو اقتصادي پلان تر اجراء لاندې ونيو، چې ډيره ښه پايله يې لرله چې د نوموړي نوم تر اوسه ژوندى دى.
دغه راز په 1933 كې ستر سياستمدار ښاغلي M.Visvesvaraya د ملي عايداتو دوه برابره كيدو لپاره د ميسورې پرنسيبونو يو پلان پر مخ بوت، هند د نامتو شخصيت فقيد"" جواهر لعل نهرو"" د پلان لپاره يوه ملي كميټه رامنځته كړه. مرحوم جمال عبدالناصر داسې مدبرانه پلانونه په نظر كې لرل چې ټولو عربو هيوادو ته سرمشق كيداى شول. همدارنګه په 1969 كې د اګست په پنځلسمه د فوق العاده فرمان له مخې دولتي صلاحيت لرونكي ارګان د پلان لپاره توظيف شو. الجزاير هم يوه ډيره لوړه دولتي شورا دپلان د طرحه كولو ته او د هغه تطبيق كولو ته اړم كړه چې پايله يي له 1969-1971 كلونو پورې صنعت په سلو كې 60 زياتوالى و. په دې توګه دغو تجاربو زيات شمير نور هيوادونه پلان جوړولو ته وهڅول. په 1960 كې 14 آسيايي، افريقايي او دلاتينې امريكا هيوادونه د ملګرو ملتونو د څانګې تر نظارت لاندې پلان جوړونه او د اقتصادي اجتماعي پلان تطبيق وآزميل چې ارقام يي په ترتيب سره له 18 څخه تر 26 ته لوړ شول"" په اوسط ډول"" نو د لاتينې امريكا نامتو اقتصاد پوهPaul Prebsch ځكه په اقتصادي پلان جوړونو ډير تاكيد كاوه. په 1968 كال كې د پرمختيا د يوې نړيوالې ستراتيژى په لور د ملګرو ملتونو د نيويارك د كنفرانس د دويمې غونډې هم د مثبتو تجاربو له مخې د پلان جوړولو په خپل اووم كنفرانس كې دپلان په هكله خپل تجارب شريك كړل. ملګرو ملتونو د 1965 څخه تر 1971 پورې د ټولنيزو پلانونو د تطبيق په پايله كې په 37 هيوادو كې د اقتصادي ودې زياتوالې په منځنى توګه په سلو كې 5،5 وښوده. ",اقتصادي پلان جوړونه
2631,جلال خپلواك,"
جلال خپلواك
پوهېږم؛ ځينې لوستونكي به دا ګومان وكړي چې بيا ورڅخه موضوع وركه شوې او اوس يې لكه چې دا بله ربړه رامنځته كړې ده. زه د هر يوه خبره منم، خو له خپلې خوا ورته دا وايم چې نن د خپلې پوهې او عقيدې له مخې دومره تر فشار لاندې راغلى يم چې په زوره هم له څه ليكلو ډډه نه شم كولاى. زه شعر لولم، اورم او ډېر يې وايم. شعر خوند راكوي، هر ډول چې وي؛ چې په هره پاڼه كې يې ووينم، نو لولم يې، كه چېرې يې اورم نو آرام غوږ ورته نيسم، د ساري په توګه زه داسې بيتونه د ليندۍ لپاره په كمربند كې تيار ايښودل شوي غشي ګڼم:
كله لرې ميكدې ته، كله برې ميكدې تههغه رند يمه چې درومم هرې هرې ميكدې تهتېروتم د يار په سترګو كله باز كله شاهين شمماوې راغلې له جومات نه برګ وزرې ميكدې ته
(د ښاپېرۍ ورغوى:152مخ)
زموږ ښكلې پښتو الحمدلله نن سبا ښه ښايسته او بېشماره شاعران لري، كه چېرې موږ ورته پر يوه مهال صحنه جوړه كړو،كېدى شي چې هره ډله يې راته روښانه شي او ورسره بلد شو. زموږ ځينې شاعران ايله اوس راويښ شوي، ځينو يې له كټونو څخه پښې راكښته كړي او اوس يې تش د ښكلا د بدرنګ قاتل د اعدام خبر اورېدلى دى. ځينې هاغه دي راروان دي، څوك به را روانېږي او څوك به راورسېږي. خو ددې ټولو زلمو شاعرانو په سر كې داسې غښتلي او تكړه كسان هم لرو، چې تيار يې كمربندونه له غشو ډك او د هنر ليندۍ په لاس، د ښكلا د بدرنګ قاتل د اعدام په ډګر كې به د لومړي تكبير د اورېدلو انتظار كوي. ان شا الله دوى ته به د ښكلا د بدرنګ قاتل د ا
عدام پر ورځ د لومړي تكبير ويلو پر وخت د هر ډول چوپو احساساتو او كږو څرګندونو پروړاندې د امنيت ستونزمنه دنده ورسپارل كېږي. دا چې څوك به د ښكلا بدرنګ قاتل اعداموي، دا بېله خبره ده او له ځانګړې زاويې څخه كتنه غواړي. كه چېرې موږ د زلمو شاعرانو د ډلبندۍ پروخت لږه نوره ګستاخي هم روا وګڼو، نو دا كسان به زموږ ددې فرهنګي يون په سر كې هغه ځوان او تكړه غشي ويشتونكي وخېژي، چې د هر ډول ښكار چل يې زده او هررنګه نښه ويشتلاى شي. لكه پيرمحمدكاروان، عبدالباري جهاني، دروېش دُراني، رحمتشاه سايل او نور… زه دا نه شم ويلاى چې ګنې موږ دا درې څلورتنه سالاران لرو، د سايل صيب تر نوم وروسته مې ځكه د (او نور) مشخص تورى وليكه. ما وې هسې نه چې خبرې مې د چا د زړه د ماتېدو سبب شي. الحمدلله ډېر نور ځوانان مو هم غواړي چې د ښكلا د قاتل د قصاص پروخت له همزولو سره امن وساتي، د ساري په ډول پيكار صيب هم كار پيل كړى، چې خپل خواره واره غشي كمربند ته واچوي او پر ياده شوې ورځ ځان د امنيت ساتونكو له ډلې ثابت كړي. خو دلته به يوازې د همدې ليكنې د ښكلا لپاره دهغو غشو پر سرعت، د هدف ويشتو پر څرنګوالي او نورو ځانګړنو باندې وغږېږو، چې ځينې يې د چا د ښكلې ښاپېرۍ په ورغوي كې، ځينې يې د چا له ستورو څخه په ډكه لمن كې دي؛ څوك چې داسې پوښته كوي (د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟) خو خامخا به غشي ورسره وي او دا هم كېدى شي چې د يوه داسې قاتل د سر لپاره يې ساتلى وي، چې قوم يې ترېنه وژلى او قومولي يې ورشهيده كړې ده.
زما د جرم د ليل دا و پښتنو ملګرو!چې له دې خپلې پښتونخوا نه مې كشميرجوړاوه
(د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟:74مخ)
دا منم چې زموږ شاعرانو به هروخت د شهيدانو ستاينې كولې، كله به يې ورته له خدايه حورې غوښتې، كله به يې اووه واړه جنتونه ورته منسوبول او لكه به يې د هغه وينې او زخمونه يادول، خو داسې يې نه ورته ويل چې:
ته چې دارنګه روان يې د جنت پرطرف باندېاى شهيده!پرېږدي چاته وران كارونه ددې مځكې
(ستوري په لمن كې:186مخ)
هرچا ته لنډۍ (ټپه) خوند وركوي، هرڅوك پرې پوهېږي، ټول خلك يې پېژني او له دې څخه هم خبر دي چې همدې لنډۍ د پښتنو د ژوند څرنګوالى، د چاپېريال محدوديتونه او ځانګړتياوې، د وخت ناخوالې په غرونو او رغو كې د ساده مينې شاهكارې افسانې تردې ځايه په اوږو ورسره راوړي دي. خو دا پوهه، پېژندګلوي او خوند، زموږ د ډېرو بېژبو وګړو په زړونو كې ترهغه وخته چې لنډۍ لولي يا اوري ژوندي وي او د قوميت حس يې د تمدن پر لوري نه شي ورټېله كولاى، دا ځينې ځيرك او پاكنفسه كسان وي چې د خپل هېواد او ملي احساس په زور لنډۍ ته داسې امتياز وركوي، چې د (اوستا) سياله يې بولي.
حق دى چې موږ يې د زمريو پر څرمن وليكودې پښتنو ټپو سيالي د اوستاكړې ده (د ښاپېرۍ ورغوى:145مخ)
مين د معشوقې لپاره هرڅه كوي، هره خبره يې مني او هر نظري يې ورته ښه ښكاري؛ مينه خوند كوي، كه انسانانو په خپلو كې يو تربله مينه نه درلوداى، نو كېدى شي په نړۍ كې هرڅوك داسې يو له بله سره ورك واى، لكه له شاعر څخه چې كله كله توري تري تم شي. هرڅوك خپلې محبوبې ته د ډول ډول قربانيو ژمنه كوي، څوك د مجنون په څېر ورته له تن څخه غوښې پرې كوي او څوك د منصور په څېر په دار باندې هم ""انالحق"" نارې وهي.
خو سايل خپلې محبوبې ته د يوه رښتيني پښتون مين په ډول خبردارى وركوي چې:
چې ستا د سترګو دلداري پر سر د دار ونه كړم په ټيټو سترګو به دې خدايږو چې ديدار ونه كړم حق به لرې چې ماته خپله وفا ونه بښېكه په سنګر كې د جنګ هم ستا انتظار ونه كړم. (د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟:153 مخ)
په شعر كې هره خبره په ښه يا په نيمه ښه توګه كېدى شي، يانې په شعر كې د يوې ښكلې ونې صفت په داسې ژبه شونى دى، چې د تشبيهاتو، استعارو او ځانګړو خطابونو له امله په كمو ټكو كې به يې د ښكلا او طبيعت يوه برخه هم بې ستاينې يا بې غندنې پاتې نه شي. همداراز په شعر كې يوه ښكلا داسې انځورېدى شي، چې د هغې ټول شتون او كله كله خو د هغې اروايي او باطني غوښتنې د ځان پروړاندې داسې جوړې شي، چې د هر انسان د اروا او عقل سطحه تر اغېز لاندې راولي. لنډه دا چې: شعر د هر صفت او غيبت لپاره يوه بشپړه وسيله ده، خو ذوقونه بېلابېل دي. ماته خپله په شعر كې دا ډول پرځاى غرور ډېر خوند راكوي چې په هرحالت كې زموږ د پښتنو د طبيعت ځانګړتياوې ونه بايلي. هغه كه له چا سره د ديدن پر وخت وي، كه د جګړې يا تباهۍ او يا د خپلې دفاع په حالت كې. د ټولو په استازيتوب به په شعر كې د دا ډول غرور څو بېلګې راواخلم:
مالك د محلونو خو لوټمار وي د جونګړو كېدى نه شي د خاورو د كورونو څوكيدار (د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟:115مخ)
له پړانـګ څرمنه اړوو چې لنګې غواوې داړيپر څانګه ناسته مرغكۍ د كاڼي وار نه كوو (د ښاپېرۍ ورغوى:153مخ)
د لمر وجود زغملاى نه شي، د لمر نُور نه منيجانان مې خوى د پښتنو لري، تربور نه منيپه تندي باندې ستوري مه وړه غبار يوسه يار ته د خاورو قدر شايد وكړي، خو غرور نه مني. (ستوري په لمن كې:239 مخ)
د بحث پرخلاف؛ خو له موضوع سره سم به دلته د پيكار صيب له ځولۍ څخه هم يو غشى راواخلم، چې هغه دسر دنښې ويشتو وار مې دى. زه پوهېږم چې دا غشى بشپړ كار وركولاى شي:
دوى چې وېرېږي د محل له ساتندويو غشو دوى په بې وره خړو جونګړو كې خواران خوړلي (راز:70مخ)
د 1379 ل كال د يوولسمې مياشتې(سلواغې) څوارلسمه نېټه ده، مخكې راته يو لوى اليكين ايښى دى، تر كاغذونو لاندې د سباوون مجلې يوه ګڼه پرته ده، مخې ته مې (د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟)، ښي لوري ته مې د هيلې مجلې دوه ويشتمه ګڼه ايښې ده. دې سره جوخت يوه (لمن ستوري) هم راته ايښي دي، د پيكار د (راز) نيمه څنډه پرې رااوښتې ده ، تردې لږ هاخوا د1379 ل كال د زمري د ديارلسمې نېټې سهار ورځپاڼه هم تر سترګو كېږي.
د اوونۍ لومړۍ شپه ده او د ښاپېرۍ ورغوى مې كيڼ خوا ته پرانيستى پروت دى. په 158 مخ كې يې دا بيت د خپل درد او دخپلو سرحدونو په منځ كې د ځاني حس دټكور او دلاسې لپاره په زړه كې لولم:
نيمه شپه ده ويښ يم له يو چا سره غږېږم بيا مې د سندرو له پاچا سره غږېږم
كله چې د ښكلا پر ښارونو واكمن دېوان الوتل او كله چې ناانساني پاليسۍ مثبتې وې، د دوزخونو بدرنګ قاصد پر نيمه اسيا واكمن و، دى د خپل غرور په جامه كې نه ځايېده، يوه ورځ له برې خوا يو سوداګر چې لويې لويې هندارې يې په لاسونو كې نيولې وې ښار ته راننوت.د دوزخ قاصد چې د وينو او هډوكو په سودا پسې له درباره راوتلى و، خداىY يو دم د سوداګر پر لوري وربرابر كړ، ناڅاپه پر ځمكه راولوېده، الوتونكي د ېوان پرې راټول شول، دى چې شكل يې د بلا غوندې اوښتى و، د سوداګر په لاس هنداره كې يې خپله بدرنګه څېره ليدلې وه، الوتونكو دېوانو ته يې په لړزېدلي غږ وويل: هغه سوداګر له ښاره د برچو په څوكو وباسئ!. پر دې وخت يو لېونى او اورنى شاعر هم دې تماشې ته ولاړ و، د دوزخ د قاصد وروستۍ خبرې په اورېدو سره چې الوتونكو دېوانو ته يې وكړه د اورېدو پروړاندې ده هم له ځان سره په شونډو كې زمزمه كړه:
له ښاره د هندارو سوداګر باسي په زوره خپل شكل وېرولي دي بلا غوندې څه خلك (ستوري په لمن كې:213مخ)
انسان خامخا د ناخوالو تر اغېز لاندې راځي، كه چېرې تقدير وغواړي انسان به د هرې ستونزې په مقابل كې عاجز او بېوسه وي، يو انسان چې كله چې تر زغم زيات فشار لاندې راشي، كېدى شي چې خپله هستي يا د خپل چاپېريال هستي له ياده وباسي او يا له هغې څخه ګټه بېوخته او بې پايلې وبولي.
له چا څخه يې مرستې غوښتنو ته هم زړه نه كېږي. ځكه چې خپله مايوسي د بل مايوسي ده، انسان كه چېرې په يوه سخت كار ""لكه د سكرو د ډبرو په كان كې"" وګمارل شي، چې دده د مړينې خطر په كې وي، ، نو كېدى شي چې د خپلې ستونزې له امله دومره نهيلى شي چې يوه غوښتنه هم په زړه كې راجوړه نه شي كړاى. يوه ستړي ته كه څوك د امريكا خبرې راواخلي(البته چې دى يو غرنى وي) چې:امريكا داسې ښكلې ده، داسې هوټلونه، ودانۍ، پلورنځي، پاركونه او نور ښكلي ځايونه لري، نو كېدى شي چې ده ته خپل هېواد يوه كنډواله وبرېښي. ځكه چې وړاندېنۍ خبرې يې پر ذهن ژور اغېز ښندي. د هغو خبرو له لارې چې څومره له امريكايي چاپېريال سره بلد شوى وي، نو خپل چاپېريال ورته ناروغ برېښي. خو شاعر بيا داسې نه دى، شاعر ته كه هرڅوك ډېر ښكلي ښكلي شيان ور وښيي، په ښكلو ښكلو ماڼيو كې يې وګرځوي او د خپل هنر ښې بېلګې ورباندې وويني دى بيا هم له خپل چاپېريال څخه زړه تورى كېږي. بلكې په زغره او بېباكه وايي:
كلى لرو، غر لرو، له ستورو ډك اسمان لروشين د بوډۍ ټال ګوره نرى نرى باران لروداسې نه ده هم چې ګنې وخت ته وركوو ديكه زړونه لرو، مينه كوو، ښه ښكلى جانان لرو
(د ښاپېرۍ ورغوى: 165مخ)
له چا سره مينه كول له خداىY سره مينه كول دي، ځكه چې خپله اللهY فرمايي: څوك چې زما لپاره له چا سره مينه كوي، زه له هغه سره مينه كوم. د مينې هر مازيګر، ماښام او له شوګيره ډكه هره شپه د مين لپاره د قدر وړ وي، په مينه كې هر اسوېلى ورته د زړه ټكور او هر درد ته وياړ ښكاري. مينه له هرې چټلي او بدګوماني څخه (يو بېنيازه تورى دى). مينه د تور او سپين يا په ټوليز ډول د (چا) پروا نه كوي. خو كله كله وختونه هم رقيبان شي، چې بيا په داسې حال كې مينې ته د نيا داسې يو قفس ښكاري چې زه به په هغه كې د ژوند يا په هغه كې د مين د ژوند څرنګوالي د څرګندوونكو لفظونو پرځاى دا ډول ټكي… كېږدم، خو رحمت شاه سايل وايي:
وخت دې زموږ نظر له اوس هم زولنې جوړې كړيموږ چې په سترګو كې له يو بل نه سلام اخلو د دنيا خلك دې په موږه بدګومانه نه شيموږ خو سندرو له له مينې نه ا لهام اخلو. (د وينو رنګ…31م)
دا درې كسه زلمي شاعران د نثر او نظم څو څو ټولګې هم لري، د دوى د غزلو ترڅنګ نظمونه، منظومې او ازاد شعرونه هم لولو او خوند ترېنه اخلو.
د شعر د بري په اړه مې لومړى نظر دا دى چې: ښه شعر بايد د پياوړي رديف ترڅنګ سندريز او څپاند اهنګ ولري. قافيه يې له رديف سره پيوسته او پخلا وي، د هر لفظ تحرك لپاره مقدس، نرم خو، له مينې ډك توري بايد راوړل شي، چې موضوع نېغه د لوستونكي زړه ته ورسوي، خو ددې ترڅنګ ژوندى بيت هغه يو دى چې ژوندى انځور ولري، يانې د موضوع ترڅنګ د تجربې د ښه عملي كېدو په خاطر له موضوع سره په بيت كې يو داسې چاپېريال وكارول شي، چې له خپل پيوست څخه توري منځته راوړي او لوستونكي هغه موضوع په بيت كې داسې روښانه وويني، لكه څوك چې يې چاته په ګوته ورښيي. خو زموږ چاپېريال بل ډول دى، دلته هرڅوك له ځانه مخې څوك نه خوښوي، د هېچا هم يوه بل ته څه نه لورېږي.",درې غشي ويشتونكي
2632,,"
",
2633,هميم جلالزي، غزني,"
هميم جلالزي، غزني
د افغانستان ٣٠ کلنې سياسي ترينګلتيا له ځانه سره خورا زياتې ناوړه اغېزې د دغه هېواد پر اقتصادي، ټولنيزو، کلتوري او ... برخو پرېښې دي. خو څنګه چې د دود له مخې تل سياسي كړكېچ د نژاد له ګواښ سره مخامخ کول او يا هغه ته وده ورکول وي، نو پر دې بنسټ له نورو ټولو ډګرونو څخه پر دغه ټكې باندې راڅرخېدل هم ډېر وي. وروستيو څو لسيزو عملاً ټبري لوړ او ځوړ يونلورى جوت کړ او دا ټولو ومنله چې سياسي وزلوبه د کوم چل ول له مخې بايد پر مخ يوړل شي. که موږ د اوسنۍ نړي سياسي لرليد ته وګورو، نو په پوره ډاډ سره ويلاى شو چې له هرڅه نه زيات ارزښتناک د يوه سم سياست پر مخ بېول دي، چې له دې سره نه يوازې د سياسي څېرو او اډانو د پايـښت راز تړلى دى، بلكې د خلکو لپاره هم د ژوندانه د ګراف ټول ټكې له مثبته تر مثبته پورې ټاكې. په افغانستان كې تر ټولو هغو څيزونو- چې په غيرشعوري توګه پر مخ وړل شوي دي، سياست لومړى ځاى درلود. د اپه دې مانا چې په افغانستان كې سياست د ځان د ګټې او د سيال د پرځونې يو روښانه انځور دى، چې بېلګې يې همدا تېرې ترخې کودتاوې او د سياسي پولو او دريځ ادلون بدلون دى .
کله چې سړى د سياسي فلسفې يون او کړكېـښ ته ګوري، نو ارومرو يې ذهن ته د زورزياتي مانا رسېږي. که څه هم ښايي دا ليکنه يو څه اوږده شي خو موږ غواړو پر څو خبرو باندې يو څه رڼا واچوو.
١ – کرزى، ژمنې او هيلې.
٢ – د افغانستان راډيو او ټلويزيون.
٣ – مډالونه او وياړنې.
٤- د سلاکارانو ټاکل او ژبنۍ ستونزې
او وروستۍ خبره به مو هم سياسي ټرمينالوژي وي.
کله چې درې مياشتې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره كېدلې، نو کانديدانو هم بېدرېغه منډه ترړې وکړې، چې خلک د ځان او په ترڅ كې يې ولسمشر شي. د کانديداتورۍ د فلسفې له مخې، هر کانديد خپله درنه او د بله سپکه په رسنيو كې انځوروله. چا به يو څه او چا به بل څه ويل. د کانديدانو په منځ كې يو هم ښاغلى کرزى و چې افغانانو يې تېر درې کلن کارونه ارزولي وو، چې څه يې ترسره کړي وو او په څه كې هم پاتې راغلى و. ښاغلى کرزى هم د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ كې له نورو څخه يو ګام هم شا ته نه شو، بلكې تر هغوى يې ښايي ژمنې هم خوږې او هم په زړه پورې وې. د کرزي يوه ژمنه هم د ملي يووالي، ولسواكۍ او ملي پيوستون خبره وه او تل يې دغه درې خبرې- د وينا پيل او پاى بلل كېدې.
خلکو هم د باور له مخې کرزي ته رايې ورکړې او په دې ګروهه وو چې نور به نو حق حقدار ته ورسېږي. د کرزي صاحب د ژمنو په اړه خلکو ډېر څه ويل او دا يې په نېک فال نيولي وو چې که کرزي په خپله کابينه (منځمهالي دولت) كې سم او پر ځاى بدلونونه راولي، نو ښايي چې وروسته به ټولې چارې همدا بڼه غوره کړي. خو کله چې کرزي د غوځ ډېركي په مټ ټولټاکنې وګټلې، نو بيا که څه هم په کابينه كې ښه پر ځاى بدلونونه را منځته شول، خو ځينې داسې ټكي هم شته چې نه يوازې پر کرزي باندې د خلکو باور ته زيان اړوي، بلكې د خلکو لپاره يې هم پايلېي منفي راخېژي. د بېلګې په توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او چارواكي يادولاى شو. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څو نورو وزارتونو تر څنګ له هغو وزارتونو څخه دى، چې د اساسي قانون په وړاندې يې تل خپلې ناروا کړنلارې ته دوام ورکړى دى او ورکوي يې.
که د افغانستان راډيو- ټلويزيون وګورو او يا نورې دولتي رسنۍ وځيرو، نو تل يې دا هڅه او هاند کړى دى، چې نه يوازې پښتو پرمختګ ته پرې نه ږدي، بلكې محکومه يې وساتي او پر حقوقو باندې يې په پټو سترګو پښې كښېږدي.
که سړى د افغانستان راډيو- ټلويزيون ګوري يا اوري، نو په ډاډ سره به ووايي چې دا خو د افغانستان راډيو- ټلويزيون نه، بلكې د ايران راډيو- ټلويزيون دى. دا چې د پښتنو پر غوڅ اكثريت ٦٢.٧٣ سلنې (فيصده) باندې سترګې پټېږي او هغه غوڅ برى هم له پامه لوېږي چې کرزى يې په غوڅ اكثريت د سيالانو په مخ كې سرلوړى کړ، دوه اړخه لري: د ښاغلي کرزي لپاره د دې پر ځاى چې ځان ورڅخه ناګاره ونيسي بايد د دغه غوڅ اكثريت ژبني او کلتوري محکوميت ته پام کړى واى او خپل حق يې ورته د هغې مېړانې په بدل كې ورکړى واى، چې نوموړى يې د سيالانو په وړاندې د سياسي لوبې ګټونكى اتل ونوماوه. د دې پر ځاى چې دغه اتل ټبر (پښتون) نور د ژبني او کلتوري ښكېلاک له لومو څخه وساتي، لا يې محكوم كړى او ټول حقونه يې ترې اخيستي دي. ده بايد لومړۍ پرېکړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوم په اړه کړې واى، چې تر لسګونو كلونو تاريخي پېر راوروسته د دغه وزارت د وزير د ځانګړې پاليسۍ له مخې په ”اطلاعات و فرهنګ“ باندې بدل شوى دى. دويم ګام يې بايد ارو مرو د سمون په اړه اخيستى واى او د دې پر ځاى چې د يوې ډلې يا ټولۍ له موخې سره سم له پښتو ژبې څخه پاكېږي، بايد پښتو په رښتيا هم د اكثريت د حقونو له مخې په ملي بڼه اوښتې واى، چې ښاغلى كرزى له يوې خوا اساسي قانون ته ژمن پاتې شوى واى او له بله پلوه به يې د ملي ژبې حق هم پر ځاى کړى واى.
بيا هم خبره د اطلاعاتو او کلتور د وزير په باب اوږدوو. ډاكټر سيد مخدوم رهين هغه وزير دى چې د تېرو درېيو کلونو په ترڅ كې يې بېلابېل مډالونه او وياړنې ترګوتو کړي دي. دا چې دغه مډالونه به څومره پر ځاى ورکړل شوي وي، هغه به اوس تاسو ته د پرېکړي لپاره وړاندې کړو.
ښاغلي رهين څه وخت وړاندې د مطبوعاتو په ډګر كې د خپل غوره چوپړ له امله په بهر كې هم د وياړ ځينې سمبولونه تر ګوتو كړل، خو که غوره چوپړ ته راشو، سړى حيران شي چې رهين او غوره چوپړ؟!.
که دا چوپړ وبولو چې په هېواد كې په سلګونو خپرونې چاپېږي، دا ښايي د رهين چوپړ نه وي، ځکه دا د ولسواكۍ د يوه اصل په توګه منل شوي توکى دى، چې د وينا ازادي به شتون لري. له بلې خوا که د خپرونو څرنګوالي ته سړى ګوري، بيا هم د غوره چوپړ په توګه د رهين د کوم نوښت شاهدي نه ورکوي او که دا غوره چوپړ وي چې پښتون ليکوال که حق هم ووايي او محکمې ته ورغوښتل كېږي او يا پلټنه ورڅخه كېږي بيا خو يوه لاره لري!!!
يوه بله خبره هم راياده شوه او هغه دا چې ښاغلي رهين ته خپل دريځ د اسلام د موقف په پرتله ډېر ارزښتناک دى، يانې کله چې محمديار او صالح پر نوموړي كومه نيوکه کوي، هغوى له دې امله چې د ده دريځ ته زيان رسوي، څارنوالۍ ته راغوښتل كېږي او که د (افتاب) مسوول مدير پر اسلام باندې نيوکه کوي، هغه نه يوازې چې څه ورته نه ويل كېږي، بلكې د تېښتې په برخه كې هم ورسره مرسته كېږي . نو له دې څخه څه اټكل كولاى شو- ايا رهين ته خپل دريځ غوره دى، که د اسلام دا؟
خو سړى هک پک پاتې شي، چې رهين د کوم غوره خدمت له مخې مډالونه ترلاسه کوي. دويمه خبره دا چې رهين نه يوازې دا چې له بهره مډالونه راوړي، بلكې په هېواد كې دننه هم کله ناکله په مډالونو باندې د ده د غوره چوپړ!!! له امله نازول كېږي.
څه وخت مخې ده ته بيا هم د ده د کار له امله د ملت د بابا له خوا د سيد جمال الدين افغان مډال ورکړ شو.
خو له دغې خبرې څخه سړى لږ په اندېـښنه كې شي او هغه دا چې ښاغلي رهين خو د ارواښاد سيد په اړه نه کوم نېک نظر څرګند کړى او نه يې هم د هغه په برخه كې کوم د پام وړ کار ترسره کړى دى.
که تاسې د کابل پوهنتون په انګړ كې د سيد جمال الدين افغان قبر ته ورشئ، ژړا به مو پرې راشي، ځکه اوس د پوهنتون په انګړ كې د شپې لپاره هلته ځينې ځناور ورځي. دغه راز درسته ورځ کله ورباندې جنګ او کله ورباندې لوبې کوي.
د دې پرځاى چې رهين د سيد مډال تر ګوتو کړي، بايد د احمدظاهر مډال ورکړل شوى واى، ځکه اصلي خدمت خو يې هغه ته کړى دى، چې پر قبر يې شاهانه ماڼۍ ودروله او که احمدظاهر ته د چوپړ له امله ښاغلي رهين ته د سيد مډال ورکول كېږي، نو بيا ښايي چې تر رهين نور زيات مستحق کسان هم وي.
ځکه د طالبانو په سخته دوره كې رهين ولاکه په فرانسه كې د احمدظاهر نوم هم اخيستلاى سواى، خو د غږ مينه والو به يې دلته دا سندره زمزمه کوله چې: اګر ميخوارم ومستم به کس چه به کس چه؟
په اطلاعاتو او کلتور وزارت كې دننه اته سلنې (فيصده) کارکوونكي هم پښتانه نه دي او دغه راز يې د سلاکارانو مسئله هم د څو شېبو تم كېدو لپاره غوره کوو.
د ښاغلي رهين هم يو کار چې په ډېره ځيرکتيا يې ترسره کوي، هغه د سلاکارانو ټاکل دي. د منځمهالي دولت د واک پر مهال هم د دغه ښاغلي له خوا داسې سلاکاران په کار وګمارل شول، چې هغوى د ښاغلي رهين پښتوضد کړنلاره نه يوازې ټكي په ټكي پلې كېدل غوښتل، بلكې ځان يې يو ګام له هغه نه مخ كې شمېره، چې ښه بېلګه يې د مطبوعاتو شورا او د هغې له غړو سره د مور و ميرې د چال چلند خبره ده. په دې وروستيو كې د ښاغلي رهنورد زرياب تر ګوښه کولو وروسته د سلاکار په توګه داسې يو څوک راوغوښتل شو، چې نه يوازې د هغه له مفکورې څخه به د رهين ګټه څو چنده وي، بلكې د هغه د شتون تر شا له پرتې فلسفې څخه به هم ګټه واخلي. دا سلاکار ميرويس ظاهر دى، چې رهين نه يوازې د ده له شتون څخه ګټه پورته کوي، بلكې د پخواني پاچا له اغېزې څخه هم ګټې اخيستنې ته لار اواروي.
يو مهال به ډاکټر رهين د پخواني پاچا سيورى په کاڼو ويشت، خو نن د خپل پايښت لپاره سهار او ماښام د هغه سلام کوي. که د رهين موخه دا وي چې ميرويس ظاهر به د پښتنو په استازيتوب په موږ كې وشمېري، دا هم د منلو وړ نه ده، ځکه چې د هغه نه يوازې دا چې پښتو يې زده نه ده، بلكې غوږونه به يې ايله اوس د پښتو له نامه سره اشنا كېږي.
دغه راز کله چې ښاغلي مبارز، د وزارت د مرستيال له دندې استعفا ورکړه نو داسې باور كېده چې ښايي ځايناستى به يې د پښتنو استازى وي، خو دا فکر هم سرچپه وخوت او د ”اغاى“ سنګچاركي په ټاکنه مو له بارانه تر ناوې لاندي شپه شوه.
او وروستۍ خبره مو هم د سياسي ټرمينالوژۍ په باب ده، که څه هم ښايي دا زموږ له همدغې ليکنې سره ډېر اړخ ونه لګوي، خو څنګه چې خبره د ژبې ده، نو يادول يې اړين دي.
سياسي ټرمينالوژي د يوه نړيوال پرنسيپ له مخې به ملي ژبه وي، خو له بده مرغه په افغانستان كې د ملي ژبې په پرتله د لږكيو ژبه زيات رول لري او هرڅه ورباندې د قانون پر خلاف ليکل كېږي او په دې توګه د ٦٢.٧٣ سلني حق تر ١٢؟سلنې ځارول كېږي، چې موږ به يې دلته د بېلګې په توګه لکه: اطلاعات و فرهنګ، دادستان، دادګاه عالي، دانشګاه، دانشکده ... او نور ياد كړو.
خو پښتانه که هرڅو په دښتو او بانډو كې د دربدرۍ ژوند تريخ تېروي، خو د خپلې ژبې په قدر پوهېږي او ډاکټر رهين او د هغه د سوچ يارانو ته بايد دومره ووايو چې :
ته په خود يې که بېخود يې دا په څه شي لوبې کاندې
دغــــه ژبــه د درنــــو ده نـــه د هـــري نښې څلـــي
او په وروستيو شېبو كې بايد کرزي صاحب ته هم دا ورپه ياد کړو چې د هغه غوڅ اكثريت حق، رايې او نظر چې دى يې پر سيالانو بريالى کړ، بايد د پنجشېر تر هغې يوې رايې قرباني نه کړي، چې د ده د ټاکنو د منډوترړو پايله وه.
(د هوسۍ مجلې له پرله پسې نهمې ګڼې څخه په مننه) ",د سيد مډال د چا په چوپړ كې؟
2634,انځورګر,"
په دې وروستيو كې د خبري اژانسونو له خوا داسې خبرونه خپاره شول چې ګواكې په ګوانتانامو كې امريكايي سرتېرو د قران عظيم الشان سپكاوى كړى دى. په همدې تړاو نن په جلال اباد ښار كې يو ستر لاريون وشو، چې د دې ولايت په زرګونو اوسېدونكو په كې ګډون كړى و. دا لاريون د سهار پر ۸ بجو پيل تر لسو بجو پورې يې دوام وكړ. چې په كې د پوهنتون محصلينو، كسبګرو او نورو خلكو ګډون كړى و.
دوى د امريكا د ولسمشر بوش پرضد شعارونه وركول او د ده يوه نانځكه يې هم جوړه كړې وه چې اور يې ورته كړ او خپله توند احساسات يې څرګند كړل.
",په جلال اباد كې يو لوى لاريون
2635,وردګ جريده :,"
وردګ جريده :
دهېواد دفرهنګي او ټولنيز شخصيت اوژورنالېست عبدالجليل وجدي دمړينې له امله
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړچې چې دهېواد مشهور ليکوال ژورنالېست ، فرهنګي اوټولنيز شخصيت عبدالجليل وجدي دهجرت په ټاټوبي کې په حق رسېدلی دی٠ انالله وانااليه راجعون ارواښاد عبدالجليل وجدي زموږ دفرهنګ له مشهورو شخصيتونو څخه وو او دخپل ارزښتناک ژوند زياته برخه يې په مطبوعاتي او فرهنګي ادارو کې دخدمت په لاره کې تېره کړه او دمهاجرت په چاپېريال کې هم داثارو په ليکنې او فرهنګي کارونو بوخت و٠ ده يو شمېر مهم اثار په پښتو،دري او انګلېسي ژبو ليکلي او يايې ژباړلي دي اودځوانو ليکوالو او فرهنګيانو په ښوونه او روزنه کې يې نه هېرېدونکی رول لوبولی دی ٠ دده مړينه دهېواد دفرهنګ لپاره يوه ستره ضايعه ده زه د ارواښاد عبدالجليل وجدي د مړينې له امله دارواښاد کورنۍ او دوستانو اودهېواد فرهنګيانو ته دډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم دلوی خدای ج له دربار نه ارواښاد ته دمغفرت او کورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوم ٠ ",د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رئيس دډاډګېرنې پيغام٠
2636,کوچۍ,"
٢٠ د غويی ١٣٨٤
بي بي سي : په نړۍ کې تر ټولو لوي شرکت جنرل اليکټرک ويلي چې په داسې ټکنالوژۍ کې به اوس خپله پانګه اچونه دوه برابره کړی چې چاپيريال ته تاوان ونه رسوي.
جنرل اليکټرک د الوتکې د انجن څخه نيولې بيا تر بريښنا کوټ او کوچنيو ګروپونو پورې ټول الکتريکي توکي جوړوي.
نوموړي شرکت ويلي دي چې هر کال به يونيم مليارد ډالر د انرژي د توليدولو په داسې څانګو او توکو کې مصرفوي چې دچاپيريال دککړتيا سبب ونه ګرځي.
",جنرل اليکټرک د چاپيريال د نه ککړ تيا په توليداتو فکر کوي
2637,,"
٢٠ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اروپا په اتحاديې ږغ کړی دی چې د افغانستان سره داوږد مهالو مرستو ژمنه وکړي.
په ستراس بورګ کې د اروپا پارلمان ته د وينا په وخت کرزي د افغانستان د بيارغونې لپاره د داسې مرستو غوښتنه وکړه لکه د دوهمې نړيوالې جګړی نه روسته امريکايانو د اروپا د بيا رغونې لپاره د مارشل پلان په چوکاټ کې ، کړي وي.
کرزي زياته کړه چې دا مرستې په افغانستان کې د ثبات د رامنځ ته کولو لپاره ډېري اړيني دي ، ځکه چې دافغانستان د بيا ودانولو بهېر به لس يا پنځلس کاله وخت ونيسي، تر څو په خپلو پښو ودريږي.
",کرزي د اروپاد اتحاديې نه د اوږد مهالو مرستو غوښتنه کړی
2638,محمود نظري,"
١٣٨٤ دغويي ٢٠مه پوهنمل محمود نظري - لندن
لوی سلامي
له پخوا نه پښتنو ښوروا ډيره خوښه وه او تر اوسه دوستان يو بل ته په پيرزويني وايي: که ښوروا خورې نو سر يې واهه چې چټ وکړې!
نو له همدې کبله پښتنو ته د دوی د خوشالۍ دپاره د هر شي سر غوړ ورپه برخه سوی دی :
د ځايو نومونه لکه پوهنتون، ورکتون ....... آن زيږنتون
په اردو کي د پرکمشر امرونه لکه ښي ګرځ ، کيڼ ګرځ ..... آن پروت
همداسي ملي کالي، ملي سرود.... آن لوی سلامي
( او کله کله به آن پاچا ﻻ هم پښتون سو، نو فها پښتانه به په کالو کي نه ځايده او تاوتاو بريتونه به ګرځيدله او نارې به يې واهلې: زموږ پاچا پښتون دی.خوهغه پښتون پاچا چي به پاچا سو بيا به يې پښتو هيره سوه او د نورو ژبو پرکتس سره به يې شوق پيدا سو، پښتنو به په خندا خندا يو بل ته ويل څه د زالم ځوی دی په توره شپه کي پاړسو وايي) .
دا دومره سر غوړ د پښتنو ګليسترول لوړ کړل او نورو ژبو دا مشهوره غزله ورته زمزمه کوله:
برخه ازلي ده پښتو څه راسره جنګ کړې...
د ځايو نومونه بدل سول پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!
د پرکمشر آمرونه بدل سوله پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده! پښتون اقليت وبلل سو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!
پښتون جاهل وباله سو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!
په ملي سرود کي د پښتنو نوم په لغته وواهل سو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده....
اصلي شی پاته دی : لوی سلامي !
نن ژړا راغله چي لوی سلامي هم وﻻړه او زړه مي ډک دی او غواړم وژاړم!
- ته مه ژاړه لومړی ما ته ووايه دا لوي سلامي څه شی ده؟
- ته په لوی سلامي نه پوهيږې!
- په جشنونو کي پاچا د باجه خاني سره ګارد معاينه کوی.
- څه رنګه؟
- په جشنو کي به پاچا د وصيت وروسته ، سر په ﻻس کي نيولی د ګارد مخي ته په سر خلاصه موټر کي ورغۍ. بله چاره نه وه او ګارد ته به يې ستړې مشې ويله. دې دومره وسله والو ته څه ويل هم زور غواړي. د ګار کومندان به ګارد ورته تسليم کړ او نارې به يې کړه:
پاچا ته د لوی سلامي لپاره سلاح قيد!
په يو وار به د سلاحو کريچی سو، پاچا به ورو سترګي خلاصي کړې د تندی خولې به يې پاکي کړې ژبه به يې پر شونډانو تيره کړه او به يې ويل:
ستړي مشی!
ټول ګارد به په يوه سلا نارې کره:
ژوند ژوند ژوند . . . ( يوه دعا ده)
او پاچا به دا د اړيړې غوړپ تير کړ( ګوره دا لوی سلامي هغه وخت په پښتو وه . . ! )
خو دا هم کرار کرار بدله سوه!
څرنګه؟
چي جمهوريت سو جمهور رييس به د ګارد مخي ته ورغۍ د لوی سلامي وروسته به يې وويل:
جمهوريت!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
زنده باد زنده باد زنده باد . . ( دا و باد باد ! )
بيا چي ديموکراتيک سو ديموکرات به د اړيړې د غوړپ د تيرولو لپاره د ګارد مخي ته ورغۍ اوبه يې ويل:
ميلګيرو ستلۍ مشۍ!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
هورا هورا هورا ( دا وه اشاره . . )
بيا چي اوله (عبوري) اسلامي سوه دوه مياشتني جمهور ريس به دګارد مخي ته ورغۍ او له لوی سلامي وروسته به يې وويل:
اسلام عليکم!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
واعليکم . . . ( دا و ادب )
بيا چي دوهمه اسلامي سوه دايمي ريس به له خپلي څوکۍ سره د ګارد مخي ته ورغۍ او د لوی سلامي وروسته به يې په خواشينۍ ويل:
ولونو ستلۍ مه شۍ!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
مقاومت مقاومت مقاومت ( دا وه مشوره )
بيا چي اسلامي آمريت سو د ګارد غړو چي به آمر اسلامي وليد د هغه پسي يې ځغستله او ﻻسونه يې ورمچوله او هغه به په لونګيويو ﻻس ور تېراوه ( دا و ادب )
او بيا چي ولس مشر وټاکل سو هغه چي به د ګارد و مخي ته ودريد چورتي به سو چي په کومه ژبه دا د اړيړې غوړپ تير کړي
ګارد به په يوه سلا ورباندي ږغ کړل:
آر يو فاين ؟!
ده به په وارختايي ځواب ورکړ:
يس فاين ، خوب، يخشې . . . ( دا و د ژبو پرکتيس )
- اوس اجازه راکړه لږ وژاړم
- ته صبر وکه زه لږ فکر وکړم آر يو.. نه،نه .زما په خيال دا خوب يې په پښتو دی!
- هغه خوب نه دی، هغه خوب ( ښه) دۍ، ولاکه يې يا فاين په پښتو وي يا هم خوب..
اجازه راکه زړه مي ډک دي چي لږ وژاړم!
- ته ودريږه وايي کار روان دی د پښتو نوم تبديلوي چي هغه توشيح سو بيا به يو ځای وژاړې!
- ته هم ښه وايي حيف دی چي دا ګراني اوښګي دوه واري توی کم خير لږ صبر به وکم . ( دا ده د اوښکو سپما )
",لوی سلامي
2639,,"
١٣٨٤ غويی ٢٠
دافغانستان جمهورریس وايي هغه کسان چي په تروریستانواوالقاعده پوري تړلي دي پخپله هم په هیځ حالت کي را نشي ځکه ددوی لپاره هیځ ځای نشته خو. . . هغوکسانوته یې ښه راغلاست ووایه کوم چي نه غواړي دهیوادپه ضد ناوړه استفاده ورڅخه وشي اوغواړي په قانوني ډول په خپل هیوادکي ژوند وکړي ښاغلي جمهورریس وویل دصبغت الله مجددي په مشرۍ دسولي اوپخلایني ملي اوخپلواکه کمیسیون هځه کوي په افغانستان کي دسولي اوثبات دټینگیدو لاري وڅیړي .
ددوشنبې په گهیځ دسولي اوپخلایني دخپلواک کمیسیون مشر صبغت الله مجددي دطالبانومشرملاعمراودحزب اسلامي دگوندمشرگلبدین حکمتیارپه گډون په ټولو مخالفانوهیوادته دراستنیدواودسولي ثبات له بهیرسره دیوځای کیدو غږ وکړ.
دافغانستان ولسمشردفرانسې دستراتسبورگ په ښارکي دخبروپه مهال که څه هم دگلبدین حمکتیاراویاملاعمرنومونه وانخیستل خو ویي ویل دبخښني دپروگرام وروستنی هدف دادی چي ټولوهغوافغانانوته چي غواړي په هیواد کي دسولي اوسیاسي پروگرام سره یوځای شي چانس ورکړي .
", په القاعده او تروريستانو پوري تړلي کسانو ته ځای نشته
2640,,"
٢٠ غويی ١٣٨٤
افغان ولس مشرحامد کرزی داروپاپارلمان ته وینا وکړه اوله اروپایی ټلوالي یې د دایمي همکاریواوعملي ملاتړ غوښتنه وکړه .
جمهورریس حامد کرزی دسه شنبی په ورځ دافغانستان په وخت په ځلوروبجو دفرانسې په ستراتسبورگ کی داروپا پارلمان ته دخبروپه مهال وویل :
( پداسي حال کي چي دراتلونکي لپاره داروپایي ټولني دنړیوالوژمنتیاوو په سرخبري رواني دي هیله لرم چي له افغانستان سره د ډیروکلونومرستي کول هیرنکړئ او دافغانستان په بیارغولوکي همکاري وکړي)
ده له اروپایي اتحاديي څخه افغانستان ته دایساف یانړیوالوسوله ساتوځواکونوله راستولو مننه وکړه خوویي ویل که څه هم تروریزم دیوه ځواک په بڼه ماتي خوړلې ولي پاتي شوني یې لاتراوسه هم دافغانستان سوله او کراري گواښوي .
ښاغلي جمهورریس اروپایي مشرانوته وویل موږ پتېیلي ده چي یوازي هغه وخت سیاسي او امنیتي پرمختگ کولای شوچي په اقتصادي برخه کي مرستي راسره وشي .
ولسمشرکرزي تینگاروکړ چي افغانستان دپرمختگ دیموکراسۍ او ثبات په لور تگ کي دامریکا دمتحده ایالاتو ملگروملتونو اونورو مرستند و یانو لاس نیوي ته زیات اړدی .
ده وویل
( نن ورځ افغانستان مرستي ته هغومره ضرورت لري څومره چی شپیته کاله وړاند ددوهمي نړیوالي جگړې دپای ته رسیدوپه مهال اروپا لرله
هغه مهال له گردي نړۍ ستاسي دملگرو اوږدمهالومرستوستاسي داسي ملا وتړله چي تاسي وکولای شئ خپل هیوادونه اوخپل ژوند بیاجوړکړی نن موږ دورته موقع غوښتنه کوواوله هغه څه چي له موږسره موکړی ستاسی منندوی یو)
ښاغلي کرزي دخپل حکومت په تیرو دریوکلونوکي دنویوافغانیو دچاپ ،تابتو نورمونودرامنځ ته کولو، په گمرکي اومالیاتي سیستم کي دنویواصلاحاتودرامنځ ته کولوله گاونډوایران پاکستان چین هندتاجکستان اونوري نړۍ سره د سوداگرۍ دپراختیایادونه وکړه چي دده په خوله ددې ټولوپه پایله کي افغانستان ته په ملیونو نوډالره عواید ورغلي دي .
ولسمشرکرزي داروپا پارلمان ته په خپلو خبروکي دافغانستان دنوي ملي اردو دشلوزرو نویو روزل شویو عسکرو چي په چټکۍ سره دهیواد تامین ته گومارل کیږي ، دبې وسلوکولو او ملکي ژوند ته دستنولودپروگرام په لړکي دکابو پینځو سوزرو وسله والودبې وسلوکیدواوداچي په سلوکي پینځه نوي درنې وسلې راټولي شویدي په اشاره کي وویل له دې ټولوپرمختگونوسره سره بیاهم ستونزی په مخ کي پرتي دي .
ولسمشرکرزي په اروپا کي ددوهمي نړیوالي جگړې دپای ته رسیدودشپیتمي کالیزي په لمانځنوکي دگډون لپاره اروپاته دڅلور ورځني سفرپه ترځ کي نن بروکسل ته ستون شو، نوموړی به هلته دناتوله لوی مشریاپ دی هوپ شیفر سره هم خبري کوي .
",ولسمشر کرزي اروپا نوو مرستو ته وهڅوله
2641,هشمت الله ساحل - کندهار,"
١٣٨٤ د غويي ٢١مه ( هشمت الله ساحل – کندهار )
د کندهار شاه حسين هوتک افغان_ترک لېسې ساينسي نندارتون
د كندهار شاه حسين هوتك افغان_ترك ښوونځۍ د خپل علمي بهير د پرمختګ په لړيو كي د غوايي پر اتلسمه يو درې ورځنى ساينسي نندارتون پرانيست، نوموړي نندارتون د ساينس پنځه بېلي څانګي درلودې چي عبارت له :(فزيك،كيميا،بيولوژي،رياضي،كمپيوټر) څخه وې.البته د دې نندارتون د موادو او سامانو په برابرولو كي د كابل او مزار شريف د ښوونځيو د لابراتوارو څخه مرسته شوې وه.
. خو د نندارتون د تجربو وړاندي كېدل د خپلي ښوونځۍ د زده كوونكو له خوا د ښوونځۍ د ښكلي ودانۍ د لمړي پوړ په پراخ دهلېز كي تر سره كېدل. نندارتون ټولټا ل دوه پنځوس تجربې په بېلابېلو څانګو كي درلودلې.
د دې نندارتون لړۍ درې ورځي د سهار د اتو بجو څخه بيا د غرمې تر دوولسو بجو پوري روانه وه چي هره ورځ يې د بېلابېلو كسانو لپاره ځانګړې شوې وه، لمړۍ ورځ يې د ښوونځيو مديرانو و ښوونكو، مشرانو، رئيسانو،په كندهار كي بهرني كونسلستانو او لوړ پوړو چارواكو ته ځانګړې شوې وه، دوهمه ورځ يې د ښوونځيو و پوهنتون زده كوونكو او دريمه ورځ ديې عامو وګړو لپاره ځانګړې شوې وه.
د لمړۍ ورځي د پرانستو په مراسمو كي د مشرانو له يوازي ښاغلي ډاكټر صاحب طارق رشاد او د پوهني پخواني رئيس ښاغلي شعيب وفا صاحب ګډون وكړ چي ورپسې ناوخته د بهرنيو چارو رئيس او د خارجي موسسو دوه تنه استازي هم راغله د بهير څخه يې ليدنه وكړه، او زدكوونكو خپلي تجربې او ساينسي كمالات ورته تشرېح كړل.
ا لبته د لمړۍ ورځي د بهير تر ورستيو شېبو پوري ښاغلى ډاكټر صاحب طارق رشاد د زده كوونكو سره په پوښتنو و خبرو اترو بوخت وو. د بهير په پاى كي مي د ښاغلي رشاد صاحب څخه غوښتنه وكړه چي د دې نندارتون پر ارزښت او د بهير پر څرنګوالي راته خپل نظر څرګند كړي.
ښاغلي رشاد صاحب نوموړى اقدام د كندهار د ښووني و روزني د پرمختګ په بهير كي يو ډېر ستر او ارزښتناك و بلى او د دې ډول نندارتونو اغېزې يې د زده كوونكو د علمي سويې په لوړولو كي بنسټيزي لاري و بللې. خو رشاد صاحب د بلل شوو چارواكو او مشرانو څخه ګيله څرګنده كړل چي د نندارتون په بهير كي يې ګډون و نه كړ او د ځوانانو د تشويق لپاره پاملرنه نه كوي. او له تركانو څخه يې ډېره مننه وكړه چي زموږ د هيواد د بچيانو په روزنه كي يې ډېر زيار ايستلى دى.
د لمړۍ ورځي د بهير په هكله د ښوونځۍ تركى مدير ښاغلى عبدالقادر(اكته) هم ډېر ناخوښه برېښېدى او د افغان چارواكو و مشرانو د نه پاملرني څخه ډېر خواشينى وو.
خو د نندارتون د بهير دوهمه ورځ په ښه گڼي ګوڼي پيل شوه. ما هم د پيل سره سم ځان خپلي ښوونځۍ ته راورساوه شاو خوا مي د كندهار د بېلابېلو ښوونځيو و زده كوونكي، مديران،ښوونكي او د پرون يو نيم بلل شوي ميلمانه هم تر سترګو شول. د دوهمي ورځي د بهير د ليدو لپاره د ښووني و روزني راتلونكى ټاكل شوى رئيس ښاغلى حيات الله رفيقي، د كند هار امنيې كومندان ښاغلى ايوب سالنګي، د هيواد تكړه هنرمند او ډايريكټر ښاغلى عبدالواحد نظري او يو نيم نورو مشرانو هم گډون درلود چي د بهير د بېلا بېلو برخو څخه په ډېر ذوق ليدنه كول.
د دې لپاره چي د كندهار امنيې كومندان و پوښتم چي د يوه نظامي شخص په توګه د دې ډول نندارتونو او ساينسي پرمختګونه ارزښت څه ډول ازريابي كوي؟ په داسي حال کي چي ويل يې ډېر پرې ناوخته دی ، زما پوښتنه ځواب کړه .
ښاغلي كومندان صاحب په دې هكله لومړى ډېره خوښي څرګنده كړه، او ارزښت يې بې سارى و ګڼى، د ښوونځۍ د تركي مدير څخه يې ډېره مننه وكړه او ژمنه يې وكړه چي د هري مياشتي په پاى كي به د ښوونځۍ د زده كوونكو سره ليدو ته راځي.
د كندهار راتلونكى پوهني رئيس ښاغلي رفيقي صاحب څېره هم ډېره روښانه او خوښه برېښېده او د كندهار د ښووني او روزني په برخه كي يې دا يو ستر نوښت و بلى.
د دوهمي ورځي له بهير څخه د لېسې مدير تر پرونۍ ورځي لږ خوښ برېښېدى.او په همدې ډول د غرمې پر دوو بجو د دوهمي ورځي بهير هم پای ته ورسېدى.
د نندارتون د دريمي ورځي بهير د تمي خلاف تر پرونۍ ورځي په زياتي ګڼي گوڼي پيل شو، لكه څنګه چي ټاكل شوې وه چي د دريمي ورځي ننداره به د عامو وګړو لپاره وي خو بياهم د ځينو ټولګيو زده كوونكي بيا راوبلل شول او همدا ډول د كندهار نرسنګ يا (منځني طب) ښځينه زده كوونكي هم را وغوښتل شول. دا چي بيولوژي د طبي زده كړو يوه برخه جوړوي او زده كړي يې نه يوازي تيوري بلكه عملي هم بايد تر سره شي خو د هغو دا لمړى ځل وو چي د بيولوژي اړوندي تجربې يې ليدلې او پر څېرو يې د خوښۍ او مايوسۍ څپې تلې و راتلې.
همداډول د دريمي ورځي په ننداره كي عامو نالوستو وګړو هم د نندارتون د بهير د ليدلو څخه ډېر خوند اخستى ځكه د بيولوژي د تجربو څخه فشار كتل، د نيكوتين تاواونونو، د كمپيوټر د څانګي تجربې او فزيك كي د پريسكوپ او په هوا كي د ګين ( ټوپ ) درول، په كيميا كي د كيمياوي موادو چاودني تجربې ورته ډېري په زړه پوري وې او پر دې تجربو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه وه كه څه هم زده كوونكو به تشرېح وركړل خو دوى تر تشرېح تجربه ډېره په زړه پوري وه. زده كوونكو ويل: موږ د تجربې په هكله تشرېح وركړو خو په پا ى كي بيا وپوښتي چي دا پايله يې ولي داسي وشول. داولي داسي كېږي.
د پوهنتون محصلين او د ښوونځيو زده كوونكي ډېر خوشحاله برېښېدل او له خپلو مشرانو څخه يې غوښتنه درلوه چي دوى ته هم همدا ډول اسانتياوي په لاس راوړي او په همدې ډول د دريمي ورځي بهير هم په ډېري خوښۍ پايته ورسېد .
د راپور جوړونکی : هشمت الله ساحل – کندهار افغانستان
",په کندهار کي درې ورځنی ساينسي نندارتون جوړ شو
2642,د بابوزي لیکنه,"
د بابوزي په قلم
ما د تير کال په اړه د کال ارزوني په دود يو لنډه ليکنه کړي وه ، هغه ليکنه يوشمير دوستانو لوستي او بيا يې خپل اندونه راسره شريک کړل ، له هغو څخه يوه خبره دا وه چي ما د تير کال ارزوني په لړ کي د کال تر ټول عجيبه ټاکنه ( مقرري ) د ښاغلي اسماعيل خان ښودلې اود کال تر ټولو ښه ټاکنه مي د ښاغلي مجددي ، ياده کړي وه . ( د هغې ليکني سر ليک : د نوي کال دمبارکيو دود )د ښاغلي اسما عيل خان د مقررۍ عجيب والۍ به وروسته را ښکاره شي ، خو سمدستي د ښاغلي مجددي د ټاکني ښه والۍ دادۍ چي اوس اوس را برسيره کيږي . تيره ورځ د ښاغلي مجددې له خوا د ملي روغي د پلي کيدو په لړ کي هغه کرښه ليري شول چي د يوشمير کسانو د نه منلو لپاره جوړه شوې وه . زما په اند تر ټولو خبرو وړاندي د دې ډول پريکړو بيله ځنډه منل زموږ د هيواد داولس اوملي ګټو سره سمون لري ، د دې کرښي ليري کول په دې ارزښتمن نه دي چي سولي ته په رابللو کي يې د يو څو تنو نومونه را ياد کړل ، بلکي د دې وينا ارزښت په دې کي دۍ چي د ملي ګټو پر بنياد يې د استثنا کرښه ليري کړل . د دې وينا منطق پردې ټکي ولاړ دۍ چي : د انسانانو تر منځ د سياسي ، اقتصادي ، عقيدتي او جغرافيايې او دې ته ورته نورو داسو کرښو منځ ته راوړل چي پر بنسټ يې د يوالي او پيوستون ممانعت او مخنيوۍ وشي ، د انساني ارونو او انساني جوهر سره ډه ډه نه لګوي . د دې لپاره چي په هيواد کي د جګړي لمبې لږ او يا له سټي ورکي شي ، ښايې ټول هيوادوال د هر هغي وينا او وړانديز هر کلۍ وکړي چي پر بنسټ يې د هيوادوالولپاره د امنيت او هوسائي ډاډمن چاپير يال منځ ته راځي .څوک په هيواد کي سوله غواړي ، او څنګه سوله غواړي دې پوښتني ته جواب دوې برخي لري يو ه برخه يې داده چي ټوله هيوادوال سوله غواړي ؛ دويمه برخه يې داده چي په ټولو کي بيا يوشمير د خپلو ګټو سره سوله غواړي .د دې دوو ډلو بيلوالۍ د هغو ۍ په سياسي او عقيدتي موقف کي تر لاسه کولای شو . لومړۍ برخه د هيواد هغه عام اولس دۍ چي د جګړي لپاره وسيله ګرځي او يا د سياسي رقابتونو قرباني کيږي . هغوۍ بيله شرط او بيله کومي غوښتني د جګړي پای ته رسيدل غواړي . دا عام اولس چي کله ناکله د خولې پټي اولس ( ملت خاموش ) نوم هم ورکول شويدۍ ، نه يوازي د اوسنيو جګړو قربانيان دۍ بلکي له بده مرغه د هيواد په تيرو شل پنځه ويشت کلن بحراني سياست کي پر اورونو وريت شوي سوځيدلي او مړه شويدي . همدا عام اولس وو چي د انقلابي په نوم د جګړي سنګرته وليږل شو او د شهادت وروسته يې د کورنۍ لپاره غمخور ، لاس نيونکۍ او وارث پيدا نه شو . همدا عام اولس وو چي د مجاهد په نوم د روسي توپ په لمبو وسوځل شو ، خو ديتيمانو سره يې د ژوند د درانه پيټي سره هيچا ملګرتوب ونه کړ ، يو شمير د جهاد تاجرانونه يوازي داچي د هغو شهيدانو يتيمان يې ونه ساتل بلکي د جهاد څخه د لا زياتي ګټي لپاره يې د نورو عامو خلکو ويني توۍ او د ځانونو لپاره يې په هغو سرو وينو سرې بنګلې جوړي کړې . د هيواد يوشمير مظلوم وګړي څه د طالبانواوڅه د ائتلافيانو په نوم د مرګ خولې ته ورکړه شول ، د هيواد دا خوار او ربړيدلۍ اولس د هيڅ شرط پرته سولي او ملي روغي جوړي هر اړ خيزه ملاتړ کوي .هغه کسان چي د سولي او ملي روغي جوړي ته شرطونه ږدي هغه هم په دوو برخو ويشل کيږي ؛ لومړۍ هغه کسان دي چي د خپل ژوند ناروانعمتونه او مصنوعي مشرتوب په خړو پړو او جګړه ايزو خوځښتونو کي ويني ، هغوۍ چي د شهيدانو پر اخلاقي او مالي حقونو يې يرغل کړۍ، هغوۍ چي نه ده چا دژوند پروالري او نه دچا دمرګ، يوازي خپلو ناروا ګټو ته يې پام دۍ . دويمه ډله هغه کسان دي چي د خپل صلاحيت او واک څخه د بهرنيانو په وسيله بي برخي شويدي . هغوۍ ته يوازي د خپلو ملاتړکونکو بهرنيانو مرضی او مشوره د پام وړ ده . نو هغه کسان بيا د خان نوکران دي نه ده بانجاڼ ؛ ځکه د سولي او امن خبري د پرديو په کاڼو تلي . يوه بله خبره هم د يادولو ګڼم او هغه دا چي دا ملي روغه جوړه کيداسي چي د يوه داسي شعار په توګه پاته شي چي پلي کيدل يې نه د هغوۍ زړه غواړي چي د طرحي په توګه يې وړاندي کوي او نه د هغو ۍ چي د طرحي په توګه ورته اورول کيږي . زما باور دادۍ چي د اولس او ملت غوڅ دريځ کولای شي ، ټولي هغه خواوي چي د روغي جوړي سره مخالفت کوي رسوا او له خپل باوره محروم او منزوي کړي . په درنښت ",د ملي روغي جوړي بهير( څوک يې غواړي او څوک يې نه غواړي )
2643,,"
د غويي ٢١مه - ١٣٨٤
کابل: ولسمشر حامد کرزي چې دا ګړۍ د اروپا په سفر بوخت دى د جلال اباد د نن ورځې خونړيو پېښو ته په غبرګون کې ويلي چې دا د ډيموکراسي نښه ده. خبريالانو ته په يوه غونډه کې په بروکسل ښار کې کرزي له هغه ورسته وينا کوله چې په جلال اباد کې لږ تر لږه څلور کسان د امريکايانو په وړاندي په يوه له تاوتريخوالي ډک لاريون کې ووژل سول او په لسګونو نور ټپيان سول.
وروستي راپورونه وايي چې په جلال اباد کې په سلګونو د پوهنتون زده کوونکو د امريکايي سرتېرو دهغه ګام په ضد نن سهار لاريون وکړ چې په کيوبا کي يې د ګونتانامو په زندان کې د قران شريف سپکاوى کړى. د Newsweek ورځپاڼې په دې وروستيو کې داسي راپور ورکړى و چې امريکايي سرتېرو په ګونتانامو کې د قرآن کريم يوه نسخه په ټټۍ کې ددې لپاره واچوله چې مسلمان بنديان په غوسه کړي. د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې امريکايي چارواکو وويل چې که داسي پېښه سوي وي دا به ډېره لويه قانوني تېروتنه وي.
په جلال اباد کې پرون هم يو ستر لاريون ترسره سو.
خو د نن ورځې په لاريون کې مرګ ژوبله هغه وخت پېښه سوه چې پوليسو په مظاهره چيانو ډزې پيل کړې او په ځواب کې لاريون کوونکو په دوى تېږي واورولي او د ملګرو ملتونو او څو نورو بهرنيو موسسو دفترونو ته يې اور ورته کړ. ويل کېږي چې د پنځوسو په شاوخوا کې کسان په دې پېښه کې ټپيان دي. د جلال اباد په کوڅو کې اوس امريکايي ځواکونه په ګزمو بوخت دي چې امنيت وساتي.
ولسمشر کرزي د خوښۍ په لهجه وويل چې دا چې نن مظاهره چيان خپل اعتراض په ښکاره توګه ښيې دا د ډيموکراسي څرګندونه کوي، خو د پېښي په اړه يې د خپګان يا غندني څرګندونه ونه کړه.
په عين حال کې په خوست، ميدان وردګ، کندهار او لغمان کې هم نن لاريونونه ترسره سوي دي.
", لاريون مرګ ژوبله او وراني رامنځته کړه
2644,حبيب الله غمخور - سويډن,"
١٣٨٤ د غويي ٢٢ ( ليکنه حبيب الله غمخور - سويډن ) د انځورونو ټاکنه ( احسان )
پدي ورستيو کې په امريکا کښې په خپر ه شوي نشريي Newsweek کښې يو خبر خپور شو چي دکيوبا دگوا نتاناموپه زندان کې بنديانو ته دروحي شکنجي دورکولو په خاطر داسلام دمقدس دين سپيڅلي کتاب قران عظيم الشان سره سپکاوی شوی .
دا خبر ډير ژر دنړۍ په مطبوعاتو کي خپور شو لمړۍ غبرگون د ژورنالستانو سره په يوه مرکه کښي دافغانستان داسلامي جمهوريت دستري محکمي ښاغلي رئس مولوي فضل هادي شينواري ښکاره کړ ،او ويي ويل چي (( داکار اسلام ته سپکاوۍ دی ما دامريکا سفير ته تليفون وکړ خو هغه امريکا ته تللي ،زه به کوښښ وکړم چي ددي مسلي سپيناوۍ وکړم که دا کار رښتياهم شوی وي موږ به دا په کلکه وغندو....))ازادي راډيو.
له هغه نه وروسته نن دا دوهمه ورځ ده چي دجلال آباد په ښارکي محصلينو په لار يون لاس پوري کړ،لمړی ورځ دالاريون سوله ايز و،نه پو هيږو چي څه پيښه شوه ؟ چي په دا بله ورځ يعني نن بيا زموږ سپيڅلي اواحساساتي ځوا نو محصلينو سهار وختي پر اتو بجو يو په يوه په بل لاريون لاس پوري کړ اودلار يون څخه داسي گټه واخيستل شوه چې دجلال آباد په ښار کي دولتي او غيري دولتي ماڼيو ته اور واچول شو او ځينې دوکانونه چور شول ، دبي بي سي دخبر په اساس پنځه نفره مړه او تر اويا (۷۰) نفرو زيات زخمي شوي دي .
سوال پيدا کيږي :
١_ تر اوسه دا ثابته شوې نده چي دا کار شوی او که نه ؟ زما په عقيده دمولوي صاحب شينواري لمړنۍ مرکه چي خپره شوه د دغه توطي دشروع لپاره د عمده عامل په توگه ښه گټه ځيني پورته شوه . لازمه داوه چي هغه بايد لمړۍ دمسلي سپيناوۍ کړۍ واي وروسته له هغه دولسمشر او کابيني سره په مشوره لکه چي په نړيوالو اړيکو کښي مامول دی دبهرنيو چارو دوزارت له لاري قرانکريم ته دداشان سپکاوي او بي حرمتۍ پر ضددخپل ولس او دولت غبر گون ښکاره شوی واي . په دولت کي هر چارواکۍ بايد ځانته دا حق ورنکړي پر خپل سر هر څه چي يې زړه وغواړي دبل هيواد په اړوند اعلان کړي که داسي حق هر يوه چارواکي ته ورکړه شوی وي دا پدي مانا ده چي په دولتي اداره کي دتيرودوکلو پشان دقانون پر ځاي شخصي ارادي مسلطي دي .
٢_ پر ټولو مسلمانانو دا فرض ده چي دخپلو ديني مقدساتو څخه دفاع وکړي .
ولي ددفاع شکل او شيوه فرق لري ،لاريو ن او دخپلو مقدساتو څخه ددفاع په هکله دغبر گون ښکاره کول پداسي شکل چي ملي شتمنيو او هر څه ته اور واچول شي او چپاول گرو ته دچور زمينه برابر ه شي ضرور نه بريښې .
داسي معلوميږي چي ددموکراسی دښمنانو د موقع نه په پوره استفادي سره دوخت او موضوع څخه په زيات مهارت گټه اخيستنې سره وکړاي شوه زموږ دپاکو احساساتو څښتن ځوانان بيله دينه چي فکر وکړي چي ايايوازي موږ مسلمانان يو ؟ دا نږدي دوه مليارده مسلمانان څه کوي ؟ داسلامي کنفرانس غړي هيوادونه ،دعلماو شورا گاني او په افغانستان کي هغه چي ويل يي موږ داسلام لپاره جنگيږو ولي چوپه خوله دي ؟ هغو ولي مظاهره نه کوي؟ قرانکريم دنړۍ دټولو مسلمانانو لپاره مقدس کتاب دی . ددغو اسلامي هيوادو دولتي چارواکي او دعدليي وزارتونه څه نظر لري ؟ او دا څوک دي چي ځوانان دا ډول لاريونو ته هڅوي ، دولتي ودانيو او يادهغو هيوادو دمرستي رسولو موسسو ته اور واچول شي کوم چي له افغان ولس سره مرسته کوي ،که چيري ددغو هيوادو له مرستو سره موافقت موجود نه وي ؟ زماپه اند ښه خبره داده چي له ښاغلي کرزي او ملگرو ملتو له سازمان څخه غوښتنه وشي چې دافغانستان سره خپلي ټولي اړيکي پرې کړي .بيابه هغه دطالبانو توره دوره او دجهادله نامه څخه په ناروا گټه اخيستني سره هر څه له خاورو سره خاوري شي . دقدرت پر سر به کور په کور جنگ اوهيواد به يو ځل بيا دبدبختي په بهر کي لاهو شې . پدې بايد ټول ښه پوه اوسو که دا ځل نړيوالو له افغانستان او افغانانو څخه مخ واړاوه حالات به له کنټروله داسي ووزي چي د۱۹۹۲ کال په پاکستان کي دجوړشوي حکومت او تنظيمنو تر منځ دواک دتر لاسه کولو پر سر جگړي به په سترگو پوري رانجه کړو.
سياسي څيړونکي دا سي فکر کوي چي پدغه لار يون کښي هدف داسلام دمقدساتو څخه دفاع نه بلکه هغو ډلو چي په اوسنيو شرايطو کښي ددوي لپاره څنگه چي يې دوي غواړي حالات مساعد ندي غوښتل دداشان موقع نه په استفاده دځوانانو پر پاکو احساساتو سياسي تجارت وکړي او افغانان په ځانگړي توگه پښتانه يوځل بيا بد نام کړي .
جالبه او دسوال خبره داده چي دا شان لاريونونه په کندهار ،خوست ، لغمان ، شينوارو اواسعد آباد کښي تر سره شوه چي له نيکه مرغه هلته چارواکو دهر ډول خپل سريو مخه ونيول او په خوست کي خو بيا محصيلينو خپله دخپل لار يون دتنظيم لپاره بند وبست کړۍ و که څه هم دامريکا بيرغ ته يي اور واچاوه چي دا لويه تير وتنه ده ځکه دامريکا بيرغ دامريکا دولس ملي سمبول دۍ او پدي کار کښي که خداي نخواسته شوۍ هم وي ټول امريکايان مسوليت نلري ، هغه څوک چي غواړي افغانستان دا ځل دسليبي جگړواو يا دمذهبو او اديانو تر منځ ددښمنۍپه ډگر بدل کړي تلاش کوي دداشان خبرو نه په استفادي سره دافغانانو احساسات راوپاروي. دالقاعدي سازمان او بن لادن يو ځل موږ دغلامۍ تر سرحده ورسولو نور بايد ونه غوليږو ، موږ په خپل هيواد کښي پر ملي او ديني ارزښتنو باندي دتيرې پر ضد ددفاع مسوليت لرو په دې ټينگ باور لرم چي ددغه حرکت تر شابه بياهم دبهرنيانو او دهغو دلاس پوڅو سياسي ډلو ټپلو لاس لنډ نه و .
هغوي د ننگرهار دا دښمن دسترگو په خار ښار کښي د خپلو سياسي کرغيړنو موخو دپوره کولو لپاره دځوان نسل له پاکو او سپيڅلو احساساتونه په پوره گټه اخيستنې سره وتوانيدل ملي شتمني او دافغانانو پاک احساسات دخپل سياسي تعصب او کينې دښکاره کولو قرباني کړي .
پنځه هغه ځوانان چي مور او پلار يي ددوي راتلونکي ته سترگي په لار وه او د ربړونو په گاللو سره يې هغو ي تحصل ته هڅول له بدمرغه دوطن ددښمنانو دشومو حوسونو قربانيان سول . ددوي روح دي ښاد وي . دافغان په کور بيا دغم کمبله وغوړيده دهغوي خپلوان او ټول افغانان دادۍ يو ځل بيا دخپلو غوليدلو زلمو دوير پر ټغر کښينستل .
زما مشوره دهيواد ځوان نسل ته ديو افغان په توگه داده چي غښتلۍ او پر وطن مين افغانان اوسۍ په پاک افغانې او اسلامې احساس دوطن ابادۍ ته ملاوتړی . ستاسو لپاره دا کار هغه وخت شونۍ دې چي تاسو ځوانان تحصيل وکړۍ ،پوهه تر لاسه کړی ،خپل دوست او دښمن دعلمي پوهي په رڼا کښي وپيژ نۍ . ستاسو ملي دنده دپوهي تر لاسه کول دي ،زموږ هيواد پوهانو او عالمانو ته زښت زيات ضرورت لري ،ښه به دا وې چې دخپل حق ،عقيدې او غوښتنو څخه دکوتک او هر څه دويرانولواو سوځولو پر ځاي له منطقو او پوهي څخه کار واخيستل شي . هر هغه څو ک چي يو ځل بيا زموږ اولس او په ځانگړي توگه ځوان نسل داسي حرکتونو او کړنو ته هڅوي کوم چي پايله يې وراني او انسان وژنه وي زموږ دولس دوستان نه اوځوان نسل به په دهيواد کښي ددموکراسی او ارامۍ دښمنانو د ارزوگانو قربانيان بولم .
زه پداسي حال کښي چي ددوي مرگ لويه ضايع بولم يو ځل بيا دخپلو گرانو شهيدو زلمو روح ته دعا ليږم او دلوي خداي له دربارنه دوي ته دبخښي هليه کوم او دکورنيو پاتي کسانو ته يي صبر غواړم .
د څو تېرو ورځو د خونړيو لاريونونو انځورونه
دجلال اباد خونړی لاريون
د لوګر ولايت لاريون په انځورونو کي
په کابل کي لاريون
",د جلال ابادپه خونړي لايون کي د تنکيو ځوانانو قاتلان څوک دي ؟
2645,اصلزئ,"
غزل
لکه شبنم چه سهارلمرواخستو-
داسې مې زړه رانه دلبرواخستو-
دباڼوغشی ئ وؤراول راباندې-
ده وينوڅاڅکومې ځيګرواخستو-
زه ئې په ديدن پسې کوڅې لټوم-
دې ايجاره باندې ګودرواخستو-
ماويلې يوزه ليونۍ ده غروشوم-
دې ليونيانوخوټول غرواخستو-
ده ګلو ډکه مې زولئ وه ورته-
دې پکښې ګل دصنوبرواخستو-
په يوه کوڅه کښې سره لروبرشوؤ-
دې<اصلزي>بخت چه أجل واخستو-
١٣٨٤-٢-١٨ ",غــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
2646,,"
ګوربت فرهنګي ټولنې پتېيلې چې د نوماند ژورنالېست، ليكوال او څېړونګى استاد عبدالجليل وجدي په وياړ د ګوربت ځانګړې مل ګڼه ډېر ژر خپره كړي. ټول هغه ليكوال، شاعران، ژورنالېستان، څېړونكي او د استاد مينه وال چې د ارواښاد په اړه شعر، خاطره، ليكنه، همدردۍ پيغام لري، هيله ترې كېږي چې د ګوربت په پته يې ولېږي.
برېښناليك:gorbatco@yahoo.com
پوستي پته:
پوست بكس ۲۷۸
كابل افغانستان
دغه ځانګړې ګڼه به ډېر ژر خپره شي، نو هيله ده چې څومره ژر كېداى شي، له ګوربت سره اړيكي ونيسئ.
د استاد په نامه يو ويباست هم جوړو. دغه برېښنا پاڼه به په پښتو، دري، او انګريزي ژبو د استاد د ژوند او خدمتونو په اړه ځانګړې خپرونې ولري.
د وېباڼې پته:
www.wajdee.com ",د ګوربت مطبوعاتي خبرتيا
2647,بشارت,"
١٣٨٤ د غويي ١١مه ( بشارت ) کابل
که څه هم چې نړيو ال سياست ډير پيچلى بريښي ، په مخ او څټ يې تر ډير ه سړى نه پو هيږ ي خو په افغانستان کې بيا سياستونه او تګ لارې ډير ې ژر بربنډ يږ ي .
د صبغت لله مجددي سپيڅلى او پاک زړه خو هر چا ته معلوم دى او ډير هيوادوال ورته احترام لري ، خو هيوادوال مو په دې هم ښه پو هيږ ي چې ږير ه زما ،واک يې دملا .
مجددي صاحب هم په رښتيا چې له خپل هيواد سره مينه لري ا و دهيوادوالو دهوساينې په لټه کې دى او هڅه کوي چې په يو ډول په هيواد کې دجنګ او جګړو مخه ونيسي خو دا سپين ږيرى مشر نه قوه لري، نه ځواک ، نه واک او نه شاته تقويه کونکي ، نه يې څوک خبره مني او نه يې څوک غږ اوري .
نوموړي ته چې هر کله دخبرو کولو مهال په لاس ورغلى نو خپل دروغې او جوړې غږيې پورته کړى او له وخت څخه يې ګټه اخيستې .
داچې څوک يې غږ اوري او که نه او يايې څوک خبره مني که څنګه نو هغه دحکومت او خلکو کاردى .
مجددي صاحب دغويي په ٢٠مه په يوه خبري کنفرانس کې په ډاکه څرګنده کړه چې دطالبانو داسلامي امارت مشر ملامحمدعمر او دحزب اسلامي دتنظيم مشر انجينر ګلبدين حکمتيار يې دصلحې او پخلانې دملي کميسيون له مخې اوددولت او ائتلافي ځواکونو له مشورې يې وروسته ددغو دواړو مشرانو په ګډون ددولت ټولو مخالفينو ته دعمومي بښنې وړانديز کوي چې هغوي دې له جنګ او جګړې څخه لاس واخلي او له دولت سره دې يو ځاى شي .
مجددي دهغه خبريال دپوښتنې په ځواب کې چې ددغو کسانو نومونه خو دامريکاپه تورليست کې ليکل شوي وه نو اوس څنګه دوي دبښنې وړوګرځيدل ؟ په ځواب کې وويل چې سياست په وخت سره بدلون مومي نو اوس ددولت او افغانستان سياست بدلون موندلى دى نودوي کولاى شي راشي او په ډاډسره ژوند وکړي .
په دې خبري کنفرانس کې مجددي له خبرو داسې معلوميده چې نوموړى ورخطا ، جدي او آن په لاسونو غږيده چې سړي فکرکولاى شواى نوموړى به وروسته په خپلو خبرو منکراو پيښمانه شي او داخبره بيا په بل ډول تعبير کړي ، ځکه چې نوموړى بې چاره خو ښه غږيده خو ...سړى نه پوهيږي چې دپردې شاه ته دچا لاس دى او ايادمجددي خبره عمر لري او که به له ستوني ونيول شي .
دمجددي صاحب له دې خبري کنفرانس څخه پوره نيم ساعت پژواک خبري آژانس دائتلافي ځواکونو له وياند سره دمجددي دخبري کنفرانس په دې خبرې سره چې ملاعمر او حکمتيار يې ددولت او ائتلافي ځواکونو په مشورې سره بښلي ، مرکه وکړه چې دائتلافي ځواکونو وياندوويل چې دمجددي خبرې غلطې تعبير شوي .
چې ددې راپور په خپريدو سره دمجددي صاحب بېواکي نوره هم ښه څرګنده شوه او دامانا يې ورکړه چې مجددي صاحب زړه خو ډير څه غواړي خو که يې څوک خپلې خوښې او واک ته پريږدي .
دمجددي صاحب داوينا دمطبوعاتو دازادۍ او نوې ټکنالوژۍ له بر کته دسترګو په رپ کې دافغانستان څخه برسيره دټولې نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسيده او په همدومره تيزوالي سره دنړۍ په بيلابيلو ژبو وژباړل شوه ، چې دانکار کولو په کې هيڅ پاتې نه شول .
خلک په دې هک پک شول چې مجددي صاحب څومره غټ جرئت وکړ او څومره دواک خاوند شو ، خو خبرنه و چې مجددي صاحب يوازې وايي او بيا ور پسې ګرځي نه .
دمجددي په دې يو ناڅاپي بښنې باندې په هيواد کې مثبت او منفي غبر ګونونه را څرګند شول او دمطبوعاتو له پاره يې دلنګې غوا بڼه غوره کړه .
عمر دومره ژر تيريږي چې سړى هيڅ پرې نه پوهيږي دمجددې صاحب له دې کنفرانس څخه يوازې يوه شپه تيره شو ه او په سبا ته يې بيا مجددي صاحب بل خبري کنفرانس جوړ کړ په هغه کې بيا ديوې ورځې مخکې هغو خبر يالانو ته چې يو شمير خبرنګارانو لادمجددي صاحب دلومړۍ ورځې دخبري کنفرانس خبرې لاله ټيپ څخه نه وې استخراج کړې بيا وويل چې دتيرې ورځې په خبري کنفرانس کې دده خبرې غلطې تعبير شوې وې ده ملاعمر او حکمتيار ته دبښنې اعلان نه وکړى دادولت او خلکو کار دى چې له هغوي سره څه ډول تګ لاره غوره کوي ؟
که څه هم چې دفکر او نظر خاوندان دنن او پرون په دواړه خبرو او سياستونو پوهيږي ، خو دمجددي دخبرو په دې بيخي لنډعمرخواشني دي او ده ته يې زړه په دې خوږيږي چې ددې سپين ږيري او مشر سړي غوږونه کوم ظالم تاو کړي دي چې دى بې چاره په خپلو کړو خبرو پيښمانه شو .
نو زموږ دهيواد والو زړه په دې خوږيږي چې موږ دومره بې وسي او اسيريو چې آن دسپين ږيرو غوږونه مو هم لاتر اوسه پورې پردي تاووي او په خوله يې ورته لاس ږدي .
که څه هم چې دطالبانو وياندلطيف الله حکيمي په خپل کور کې دوي ته بښنه دخندا وړعمل وګاڼه خو له هيواد څخه بهر په سفر تللي ولس مشر کرزي وويل چې دا دصلحې او پخلاينې دکميسيون يو وړانديز دى خو فکر نه کوي چې دطالبانو مشر به يې ومني .
خو دهيواد يوه سياسي مبصر دمجددي دلوموړي کنفرانس په لومړۍ ورځ وويل چې دا ددولت ، ائتلافي ځواکونو او دپخلانې دکميسيون دهم غږۍ پروګرام دى که له دې اعلان څخه وروسته حکمتيار او ملاعمر دې بښنې ته مثبت ځواب ووايه نو بيا به دولت او ائتلافي ځواکونه دپخلانې دکميسيون ددې بښنې داعلان ملاتړ وکړي او که دحکمتيار او ملاعمر له لوري ورته منفي ځواب ورکړل شو نو بيا به دادمجددي صاحب خپله پريکړه وګڼي چې اوس همداسې وشول ، مخالفو لوريو دبښنې دې اعلان ته نه يوازې داچې مثبت ځواب ونه وايه بلکې دطالبا نو وياندبياتر قيامته پورې دجهاد په کولو ټينګار وکړ . خواوس هغه خبره رښتيا وخته چې وايي تشه لاسه ته مې دښمن يې ، نو مجددي صاحب به اوس فکر کړى وي چې اى بې واکۍ ته مې دښمنه يې ، که نه نو ماخو خپله هڅه وکړه . نو اوس به ټولو ته څرګنده شوې وي چې دمجددي صاحب دخولې واک هم له ده سره نه بلکې له بل چا سره دى .
خو ليکنې ته به دپاى ټکى ددرويش دراني په دې شعر سره ږيږدو چې وايي:
بيلتونه داځل دې نو عمر دومره لنډشه چې زه
په لمن اوښکې پاکوم او جانان بيرته راشي
",ايا دمجددي صاحب خوله په خپل واک کې ده ؟
2648,عبدالاحد پيغام _ كابل,"
دجنون ميراث
كله ډوب شم خپل ګريوان ته ،كله وخيژم اسمان ته
كله څاڅكي ديونورشم ، زړه مي يوسم وجانان ته
كله سازشم ستا دحسن ،كله ګل شم ستا دڅڼو
كله اوښكه دشبنم شم ،كله اورشم وخپل ځان ته
كله ډوب شم په مستي كي ،كله تښتم له جنونه
كله روي دخماروروړم ،ستا د ښار پير مغان ته
كله پريوزم له غروره ، كله غر شم نه نړيږم
كله يووړوكي موج شم ، سينه وركړم وتوپان ته
كله اورشم اوبه كيږم ، كله بحر شم سوځيږم
كله هجرمي ناصورشي ،كله زړه وركړم درمان ته
دادكوم جنون ميراث دي ، دادكوم ليونتوب نښه
كله ګل دپسرلي شم ، كله وخاندم خزان ته
عبدالاحد پيغام _ كابل ",دجنون ميراث
2649,خالد هادي حيدري,"
دکابـــــــــــل دردونه
معیوبه ژوند ته خوار نفس یم نور به څه ووایم
بندي د جـــــــــــــــبر د محبس یم نور به څه ووایم
دړندو ملک کښي د بینا په جرم دار ته خېـــژم
دلاس تـــــــړلي منصور وس یم نور به څه ووایم
ما هم کابل غوندي دردو کي ځــــواني وبایلله
ټوکر ټوګر بـــــــــــــډا هوس یم نور به څه ووایم
زه د قسمت یاغي سېلاب و دې پردي مالت ته
غمو را اخیستی لکه خـس یم نور به څــه ووایم
له خپلي میني څخه لیري د هــــــندارو ښار کښي
پروت د یتیم غوندي بې کس یم نور به څه ووایم
حـــــــــــــېدري نور مي و زخمو ته ملهم مه رالېږه
څنګه چــــــي یمه داسي بــــس یم نور به څه ووایم
نیومکسیکو ۶ / مئ / ۲۰۰۵ ",دکابـــــــــــل دردونه
2650,,"
٢٢ د غويی ١٣٨٤
( بي بي سي ): د المان د هامبورګ په ښار کې په سلګونو افغانانو د احتجاج غونډه او مظاهره کړی ده.
دوي وايي الماني چارواکو د هغوي د نږدې ٥٠٠٠ افغانانو د ويستلو پريکړه کړی ده . د راپورونو له مخې د شپږ وتنو افغانانوپه هکله پرېکړه چې بايد پرون په الوتکه کې افغانستان ته استول شوي وي، ځنډېدلی ده.
هغه کسانو ته چې د وتلو وړانديز شوی ، که داوطلبانه ووځي نو يو زرو دوه سوه ايورو ورکولکيږي او که په خپله خوښه نه وځي نو بيا هيڅ ډول مالي امتياز نه ورکول کيږي.
",د هامبورګ په ښار کې د افغانانو مظاهره
2651,هدايت الله هدايت ـ استراليا,"
١٣٨٤ د غويي د مياشتي ٢٣مه
هدايت الله هدايت ـ استراليا
نن سبا د جهاني کېدو يا ګلوباليزېشن خبره هر چيري او په هر ځاي کې ډېره ياديږي . سياست پوهان دځينو هېوادو مشران او دسترو او لويو کمپنيو خاوندان چې دهغوي پانګه اوس د سل هاو ميليونو ډالرو نه اوښتي او سر يې و سل هاوميليارډو ته رسولی دی ودې جهاني کېدو ته ډېر هوسيږي او خبري يې ډېري را پورته کوي . خو په نړيواله سطحه دا جريان د زياترو خلګو د غصې او مخالفتونو سره مخامخ کيږي ، په هېوادونو کې پرګنې ورباندي را پاريږي اود جهاني کېدو پر نني جريان باندي خپله کرکه او خفګان ښکاره کوي .
په رښتيا داجهاني کېدل څه معنی لري او څه غواړي ؟ تر اوسه پوري د جهاني کېدو يا ګلوباليزېشن د نامه نه بېلا بېل تعريفونه سويدي . په دې هکله ويل کيږي چې دا پروسه يو عام بشري جريان دی چې د بشر دتاريخ د پيدايښت نه را پيل سوې او تل يې و جود ﻻره خو زموږ په دوران کې ياني په دې څو ورستيو لسيزو کې يې بېړنی پر مختګ کړی دی . داسي ويل کيږي چې دا د نړيوالو د کار او توليد ګډ محصول دی چې هميشه د جهاني کېدو او ټولنيزېدو خواته روان وو. د دې جريان نه داسي لورېده چې په بېلابېلو عرصو کې د نړيوال اقتصاد په پياوړتيا سره به و نړيوالو ته ټولنيز عدالت، هوساينه، نيکبختي اود تکنالوژۍ د ﻻسته راوړنو دپراختيا اوګډې استفادې پراخ امکانات برابر کړي. داطلاعاتي او ارتباطي ټکنالوژۍ نه به پراخه او دټولنو د ښېګڼو دپاره به استفاده وسي او په نړيواله سطحه به د علم او پوهي د جهاني کېدومزي او آسانتياوي او ډېري داسي نور ي ﻻري خلاصي کړي چې و ټولو انسانانو ته به ډېر تازه فرصتونه را مينځته کړی او هغه به بيا د بشريت و راتلونکي نسلو ته دعادلانه اوسپيڅلي ژوند اميدونه راوسپړي .
داوسني جهاني کېدو مبليغين وايې چې نړۍ اوس په يوه کوچني کلي باندي بدله سوې ده او هر څه چې دوی غواړي هغسي به کيږي . هغوی وائې چې څرنګه چې د امريکا د متحده ايالاتو سياسي، اقتصادي، علمي او فرهنګي و ضعيت په داسي يو حالت کې قرار لري چې دا هېواد يې د نورو پر مختللو هېوادو په سر کې درولی دی، ځکه نو جهاني کول بايدد امريکايې کولو په معني تعبير سي . هغوی په دې اړه دنورو ډېرو صنعتي پرمختياو سره سره د ارتباطي تکنالوژۍ پرمختګ چې د جهاني کېدو د جريان سره يې ډېره کارنده ونډه اخيستې ده، يادونه کوي اووائې چې د کمپيوټر او د ارتباطي تکنالوژۍ ونډه يوازي دنړۍ دکرې ودې يا هغه اړخ ته په آن واحد کې د اطلاعاتو رسول د جهاني کېدو د پروسې سره په حيرانونکي توګه مرسته کړېده او دې وضعي د جهان بډايان په دې توانولي او داسي يې بر ﻻسي کړيدي چې و نړيوالو ته د خپل فرهنګ معيارونه هم و غزوي .
ځيني بيا وايې چې جهاني کېدل ټوله نړۍ په يوې کښتۍ کي ځای کړې او په يوه ناپايه اوقيانوس کې يې ايله کړيده څو دا د انسانانو خيلونه ودېته اړ باسي چې خامخا به د بډايانو په ګټه او غوښتنه و يوه ګډ سرنوشت او فرهنګ ته غاړه ايږدي او ددوې په خوښه به د وضعي سره سم ځانونه عياروي . دغه طراحان وايې چې په نني عصر کې يواځي په اصطلاح يو غالب تمدن وجود لري او هغه هم د لويديځ تمدن دی چې په خپل بډاې اقتصاد سره چې د ولسونو د زيار او پوهي په برکت يې تر ﻻسه کړی دی، ددې وس لري چې د نورو هيوادونو او ټولنو فرهنګونه په نوبت سره په خپل ځان کې را ګډ او منحل کړي . خو هغه هيوادونه چې بيا مقاومت کوي او و دوی ته غاړه نه ايږدي نو هغوی به يا ددموکراسی د خپرولو په بهانه را چپه کوي او يا به يې داسي تر خوږ ګوته نيسي چې په خپلو هيوادونو کې به يې د هغوي د دايمي پوځي اډو په جوړلو باندي راضي کوي !! فريدريک جيمون يو امريکايې څېړونکی په دې باور دی او وايې چې هغه خلګ چې د جهاني کېدو تر بريد لاندي راځي"" فرهنګ يې پيسې او پيسې يې فرهنګ ګرځيدلي دي"" .
دغه طراحان په دې عقيده دي چې ټوله نړۍ بايد دغه واقعيت درک او دهغه سره ځانونه عيار کړي او په هکله يې بايد هيڅ ډول حساسيت و نښيې ! خوګڼ شمېر خلګ چې د اوسني جهاني کېدو وژورتيا ته ګوري او هغه څه چې ددې پروژې تر شا پراته دي هغه را سپړي نوهغوي بيا بل شاني فکر کوي . هغوي د جهاني کېدو دا اوسنۍ پروسه يوه امريکايې پانګه واله نخشه بولي چې په دې ډول غواړي د ټولي نړۍ او هيوادونو پر شتمنيو ﻻس تير کړي او و يوې داسي تازه مرحلې ته يې پوري وهي چې په بېلابېلو بهانو باندي د نورو هيوادونو د زيرمو ﻻندي کول يې لوی هدف دی . هغوي په دې باور دي چې د جهاني کېدلواوسنۍ جريان د متحده ايالاتو او د نورو هيوادود سترو شتمنو کمپنيو تر لاس ﻻندي راغلې ده او غواړي چې دخپلو ګټو د پړسولو سره يوځاي د ملتونو د فرهنګونو، اديانو او مذهبي عقايدو امحأ هم دخپلي تګلاري جز وګرځوي او دا جريان په ټوله نړی کې ديوه واحده لويديځ فرهنګ او دين د رواجولو او پراخولو په وسيله واړوي، ځکه نو ډېرو و هغه ته د فرهنګي يرغل يا د لويديځ فرهنګ دجهاني کېدلو عنوان هم ورکړيدی .
ډېر بيا پوښتنه کوي چې ددې جهانې کېدو تر شا څه اوکوم محرکه ځواکونه پراته دي؟ او په دې جهاني کېدو کې به د څو مليتيزه شرکتونو وزن او ددولتونو مسئوليتونه څه وي؟ د نړيوال د تجارت سازمان، د پيسو نړيواله صندوق، نړيواله بانک او د داسي نور ورته سازمانونه به چې د نړۍ اقتصادي ښارګونه يې په ﻻس کې نيولي دي ، ددې جهاني کېدو دپروسې سره څه ډول چلند لري؟ دجهاني کېدو په جريان کې به دنړۍ په کچه د پانګي دوران، او نورو هېوادو ته د کارخانو لېږدول او داقتصادي فعاليتونوڅرنګوالۍ او په دې سازمانو او صنوقو کې د پانګي تمرکز او داسي نور به دچا په ګټه تماميږي؟ د متحده ايالاتو د سلطې نقش به په دې جهاني کېدو کې څه ډول ښودل کيږي؟ دغه او دې ته ورته ډېري داسي پوښتني دي چې هره يوه يې دجهاني کېدو وروايت ته بېلابېل ځوابونه ورکوي چې دهغه پر راتلونکي نقش باندي نور بحثونه غواړي او بايد چې جلا څېړني او ليکني ور باندي وسي .
د ټولنيزي زده کړي ډېرو کارپوهانو او د نظر خاوندانو ﻻ پخوا د خپل فکري چاپېريال په ماحول کې د جهانې کېدو جريان په خپلوعلمي ليکنو او تحليلونو کې منعکس کړی دی او پر هغه باندي يې د ننۍ ورځي دغوښتنو او د بشريت د تکامل د اصولو سره سم روښني اچولې، او هغه يې د بېلابېلو اړخونو د نظره تر بحث ﻻندي نيولې ده .
کلاسيکو ټولنپوهانو او د نظر خاوندانو لا پخوا په ډېر سيستماټيک ډول د جهاني کېدو پر راتلونکي باندي توضيحات ورکړي دي اود هغه په هکله يې خپل نظريات ښودلي دي . ددې نظريې مخکښانو ﻻ پخوا د پانګه والي د پيدايښت سره جوخت، دا سيسټم يې يوه داسي پديده ګڼلی ده چې د جهانې کېدو نه بغير د پر مختيا او ودې امکانات نلري او د ژوندی پاتي کېدو هيله يې نشي کېدﻻي . دې کارپوهانو په ډاګه دا خبره څرګنده او ثابته کړېده چې پانګه والي که جهاني بڼه غوره نکړي يعني جهاني نسي نو له مينځه ځي او ور سره يې دا خبره هم جوته کړېده چې پانګه والي په هر ځاي کې چې پښه ږدي نو هغه ځاي د خپل وجود يوه برخه ګڼي . دنړۍ په بيلابېلو ځايونوکې په مختلفو ډولونو د هيوادونو تسخيرول په لومړي سر کې دسياسي، پوځي او اقتصادي استعمار په شکل را مينځته سويدی؛ وروسته يې بيا د نوي استعمار يعني سياسي او اقتصادي شکل نيولی دی او نن يې هم دادی د نئوليبراليزم يا صرف اقصادي بڼه غوره کړېده .
ځينو بيا لکه فرانسوي ټولنپوه ""دورکيم"" د نولسمي پېړی په آخره کې د نړيواله ارزښتونو اوهغه څه چې د موډرنه تمدن نه را پيداسوی او د ټولنيزو پرمختګونو په جريان کې دټولني و پوهي او جهاني اخلاقو ته يې بدلون ورکړی دی، خبري کوي . هغه وايې چې نړۍ و هغي خواته حرکت کوي چې خامخا به دغه ارزښتونه يو دبل سره يوځاي کيږي او په نتيجه کې به يو واحد او ارزښتمنده جهاني نظام را مينځته کوي .
خو الماني ټولنپوه ""ماكس وبر"" بيا دا نظر وړاندي کوي چې يونيورسل يا ټوله نړۍ د تاريخي سير په دوران کې دې مرحلې ته ځان را رسولی دی چې دموډرني نړۍ د ځانګړتياوو سره يوځاي صنعتي جهان به پر انسان باندي تسلط پيداکړي . هغه وايې چې دا تسلط انسان د بوروکراسۍ په قفس کې بندي کوي چې هغه دغه سلطه د بوروکراتانو د ډيکټاټورۍ سره تشبيه کوي او داسي تلاښ ته يې ورته بولي چې انسان به د انسانيت د خوي او خاصيت نه خالي کړي .
دكتر سميرامين د عربي نړۍ يو پياوړی او پېژندل استازی او د جهانې کېدو د سياست يو سرسخته مخالف دی . دغه مصري پوهاند چې په اقتصاد کې يې خپله دوکتورا د پاريس د پوهنتون نه تر ﻻسه کړېده هغه بيا وائې چې جهاني کېدل يوه مخکې تر مخکي جوړه شوې پروژه ده اودا د پانګه والۍ دپراختيا او ودي سره يو ځاي ددې نظام قوانين او پر ټوله نړۍ باندي د لويويځي ارزښتونو استيلا حاکموي . هغه وايې چې د جهاني کېدو سياست دوه عمده هدفونه تعقيبوي يو داقتصاد و جهاني کېدو ته ﻻ نوره هم پراختيا او ژورتيا ورکوي چې پر بازار باندي هماغه نړيوال تسلط دی او بل هدف يې د ملتونو او حکومتونو د مقاومت داصل له منځه وړل دي . سمير امين په دې باور دی چې د جهاني کېدو استراتژي د يوه بازار په حيث پر ټول جهان باندي بر اعلا تسلط دی . هغه وايې چې ددې کار پايلې به په هغو هېوادونو کې د ملي يووالي او وحدت زوال راولي کوم چې پر استعمارچيانوباندي نيوکي نيسي .
د ګټي د اخيستلو نابرابري او په هغه کې درغلي دګلوباليزېشن يا جهاني کېدو د منفي عواقبو ترټولو لويه اوناوړه اغيزه ده . دغه نا انډولي ددې سبب ګرځيدلېده چې هم په نړيواله سطحه او هم دهېوادو په کچه دوه ډوله اقتصاده را مينځ ته کړي . يو د بډايو اقتصاد اوبل د نادارو. او دا يوه لويه نړيواله لانجه ده چې د دائمي حل ﻻره يې اصلاً په دې اوسني سيسټم کې نه ليدل کيږي . جهاني کېدل وډېرو پوښتنو ته ديوه سيسټماټيک چلند ضرورت را پورته کوي. داسي مسئلې لکه د فقر او بې عدالتی سره مبارزه يا دژوند دچاپېريال ساتل چې په خپل ذات کې په ټوله جهان پوري تړل کيږي . په دې هکله فردي او شخصي برخورد او همدارنګه د بازار د قوانينو عامول ودې پوښتونو ته د ځواب توان نلري بلکه برعکس هغوي پخپله د توپېر او تضاد منابع بلل کيږي . ډېر په دې باور دي چې دليبرالي جهاني کېدلو په وړاندي بديل دوګړو او نسلونو د پيوستون پر بنياد و يوې اوږد مهالي لير ليد ته اړتيا لري . دغه کار ديوه ډله ايزه عمل او په نړيواله اړيکو کې د نويو برابرو او عادلانه قواعدو إړتيا را برسيره کوي .
په دې کې شک نسته چې جهاني کېدل داسي يوجريان دی چې شاته نه راګرځي او پر مخ درومي درست لکه صنعتي کېدل . داچي د فرهنګونو تبادله او ارزښتونه پر مختګ وکړي او داچې د انسان د پرمختګونو او اخلاقياتو تمدن جهاني سي داخو بده خبره نده ، خو هغه څه چې ډېر ناوړه ده او نړيوال به يې و نه زغمي هغه ددې ارزښتونونه ناعادلانه او شخصي استفاده ده چې هرو مرو به دجهاني ګډ غبرګون سره مخامخ کيږي . په اوسنۍ نړۍ کې د فقر او ثروت تر مينځ واټن يو څرګند واقعيت دی د جهانې کېدو دپروسې سره ګډېدل يا يې پر مخه پرېښودل يو تعيينونکی نقش نلري . يعني که جهاني کېدل د ځانه سره يوه داسي قطبندی مينځته راوړي او د بډاي او غريب تر مينځ واټن لنډ نکړاې شي دابه د نړۍ د پرګنو د ډېر ستر مخالفت سره مخامخ او وضعه به و يوې پراخي انارشۍ يا پوځي خونړۍ ډيکټاټوۍ ته ټيل وهي .
بل دا چې جهاني کېدل يو نه بدلېدونکی سرنوشت نه بلکه دبشري فعاليتونو هدفمنده محصول دی د هغه جوهر او محتوی کېداي شي او بايد چې دټولو انسانانو په ګټه بدلون وکړي . نن د نړۍ ګڼ شمېراستوګن په دې عقيده دي چې اصلي خبره خو پر دې ټکې وﻻړه ده چې د جهاني کېدو پروسه بايد انساني او عادلانه کړل سي او د موجوده فرصتونو او د اقتصاد د پرمختللي شرايطو نه چې ديوې نوې متمدني او انساني ټولني د جوړولو دپاره يې تر ﻻسه کړيدي داشاني ګټه پورته کړي چې بنسټونه يې پر سولي، امنيت، يووالي، ټولنيز عدالت او ورورولي باندي وﻻړ وي . دنړۍ خلګ په اصل کې د جهاني کېدو سره مخالف ندي بلکه دجهاني کېدو د جاري رونده سره مخالف دي . د نړی روڼ انده جهاني تفکر لري او په دي باور دي چې دا فکر د بشر دپيدايښت سره جوخت را پيدا سوی دی .
نن ورځ د نړۍ خلګ د جهاني کېدو سره د نوي سرمايه داری د فرعونيت او پر ټوله نړۍ باندي دپوځې سيطرې سره مخالف دي . دا لوي لښکر ځانونه د جهاني کېدو واقعي استازي بولي خو هغوي د ليبرالي سرمايه داري دجهاني کېدو سره مخالف دي او نظاميګري نه مني . هغوي د جهاني کېدو سره د کرکي سوال نه را پورته کوي بلکه دهغه چا سره مخالفت ښيې چې دغه روند د خپلو ګټو په خاطر پر مخه بيايې . هغوي د نړيواله پانګوالۍ د داشاني جهاني کېدو سره مخالف دي چې دټولي نړۍ اختيار او سرنوشت به دڅو تنو ميليارډرو پانګه والو په لاس کې لوېدلی وي . هغوي د نظاميګرۍ او دداسي يوه ظالمانه سيسټم سره مخالف دي چې انسانان د خپلوانساني ارزښتونو نه بې بر خي کوي . دداسې جهاني کېدو په سايه کې به دنړۍ انسانان و نشي کړاې په نړيواله سطحه د ځان او خپلو اولادو لپاره د يوې عادلانه او هوسا ژوند را تلونکې وويني . بېوزلي، لوږه، بېکاري، بې سوادي، د خپلو ګټي پخاطر دنشۀ موادو اد اخلاقي فسادونو ترويج، ايدز او ډېري داسي نوري ټولنيزي بلاوي دي چې د جهاني کېدو وخواته روان دي . دنړۍ ولسونه او هيوادونه حق لري دداشاني جهاني کېدو مخه و نيسي . هغوي حق لري چې د د موکراسۍ د صادرولو په نامه د پوځي يرغلونو او تشدد مخه ونيسي کوم چې هدف يې د هېوادونو د شتمنيو غصبول او د دولتونو مريې کول دي . هغوی ځانته دا حق ورکوي چې و داسي جهانې کېدو ته ﻻره هواره کې چې د هغه بنسټونه پر انسانيت ،سولي، ټولنيز عدالت، يووالي او ورورولی باندي و ﻻړ وي او په خپل دغه بشري، عادلانه او سوله ايزه آرمان کې جهاني کېدو ته لاس ورکړي .
",د جهاني کېدو بل شاني روايت
2652,محمد حسن حقيار - کابل,"
١٣٨٤ د غويي ٢٢مه
محمد حسن حقيار
شفر
کله به چې، ډريورانو له بګرام څخه جلال آباد ته او يا هم له جيکب آباد څخه بنون ته کانتينر راورساوه نو د تيليفون په ليکه به يې موږ خبر کړلو او په يو ځانګړي شفربه يې د ( چمتو اوسۍ ) قومانده راکړه. موږ به هم خپل د مهرو لاک د خلاصولو وسائل پاک کړل په دې خاطر چې، يوه سخته ، عصري او د يوې پرمختللې ټکنالوژۍ له خاوند څخه مو غلا کوله ، نو خپل د غلا وسائل به موهم ډېرمجهز ساتل، او په همداسې پرمختللو هېوادونو کې زموږ مېشتو ملګرود لوړې ټکنالوژۍ لرونکو کمپنيو باندې راته جوړول . ټول وسايل مو کمپيوټرايز وو،کله به چې کانتېنرلواړګي ته راورسېدنو يو ګوښه سراى ته به مو تاو کړ، مهرو لاک به مو يې په ډيرې استازۍ سره د همدې کمپيوټرايز او تخنيک په مرسته خلاص کړ، خپله برخه به مو ترې بيله کړه او بيا به مو په دومره مهارت بېرته مهر کړ چې، هيڅوک هم پرې نه پوهېده.
اوس مونو تجربه دوه کلنه شوې وه او په دې پوهېدو چې، کوم کانتينر زيړ رنګ ولري نو په هغې کې نظامي وسلې او مهمات وي ، کوم کانتينر چې څلوېښت فوټه وي او سور رنګ ولري نو په هغه کې لوژيستيکي مواد وي،کوم کانتينرچې، سپين رنګ ولري ، جنراتور ورته چالان وي او پکي يې ګرځي نو په هغه کې دوا او درمل وي چې، امريکايان يې له بګرام څخه جيکب آباد او له جيکب آباد څخه بګرام ته خپلو نظامي او ملکي هډو ته لېږدوي.
يوکانتينر مو چې ،جلال آباد ته روان وو، لاره کې پرانيست، ټول د کوچنيانو د لوبوله سامان او ژاولو څخه ډک وو. ورته حيران شوو چې، په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو خو دلته له ځانه سره خپل کورونه او کوچنيان هم نه دي راوستي او دا مو هم نه دي اورېدلي چې، دوى دې چېرته په کوم ښوونځي او يا وړکتون کې افغانو کوچنيانو ته د لوبو سامانونه ورکړي وي . نو بيا دا سامانونه هغه هم په دومره کچه څه کوي؟
د کانتينرد منځ سامان به نه ډريورانو ته د کوم لست له مخې تسليمېده او نه به ترې د کوم لست له مخې غوښتل کېده، بس تيار ، بند او مهرو لاک کانتينربه يې ډريور ته بار کړ او کله به چې، خپل منزل ته ورسېد او مؤظفينو به يې کلفونه او مهرولاک جوړ وليدل نو بيا بله هېڅ خبره هم نه وه . او خداى خبر چې، شپږ مياشتې وروسته به يې بيا کانتينر خلاصاوه او که لس مياشتې وروسته .
داځل به سهار لس بجې وې چې، شيندي ګل استادله جلال آباد څخه تيليفون وکړ او په شفر يې په دې وپوهولو چې، مازديګر مهال لواړګي ( لنډيکوتل ) ته رسېږم.موږ هم له درې ( دره ادم خيل ) څخه حرکت وکړ، د تيراه او باړې له لارې مو ماسپښين مهال ځان لنډيکوتل ته ورساوه .
ماښام تياره وه چې، يو څلوېښت فوټى سپين رنګه کانتينر چې ،جنراتور يې روښانه او د مخې او شا دواړو خواو څخه يې منځ ته پکي لګېدل وو راښکاره شو.
کانتينر مو له خپل پخواني تعامل سره سم سراى ته تاو کړ. او داسې مو وپتييله چې، دا ځل کانتينرلوى دى او له بګرام څخه يې جيکب آباد ته ښه ډېره دوا بار کړيده ، نو موږ به هم ترې ډېر دومل ښکته کوو.
مهرو لاک مو پرانيست د کانټينر د دروازو له خلاصولو سره د کانتينرد منځ ټول ګروپونه په اتومات ډول روښانه او کانتينرسپين پړک شوهمداچې، د يخچال په خانو کې مو په سرو سرو مړو چې، ټپونه يې هماغسې ځلېدل او بيرغونه پرې غوړېدلي وو سترګې ولګېد ې نو هډوکي مو زيږه او بدن مومېږي مېږي شو .
( د لونګ مجلې څخه په منني )
",( شفر ) . . . د کانټينر د دروازو له خلاصولو سره . . . .
2653,ولي شاطبيب - کندهار,"
١٣٨٤ د غويي ٢٢مه
ولس شا طبيب کندهار
داچه دنيوزويک دمجلي په حواله د اخواشيني کوونکۍ خبر نشر سويدی ، واقعا ډير زيات دانديښني وړ ده ، چه دقران عظيم ااشان سره دامريکايي عسکرو لخوا بي احترامي کيږي او داددوي عمل په کلکه غندو ، دهرمسلمان ايماني او وجداني وظيفه ده چه غمجن واوسي او خپل احساسات دلاريون ، مظاهري او کاربندي په ډول ښکاره کړي ، اما که چيري لاريون او مظاهرات داسي شکل اخلي چه هغه دخرابۍ ، تاوان ،وهلو ټکولو او ورانولو باعث ګرزي ، نو حتما دادپريشانۍ سبب ګرزي ،او سړي ته داسوال پيدا کيږی چه حتما په دي کي دنورو ناپاکه لاسونه دي چه وايي اوبه خړي که او کبان ونيسه ، ددغو بهرنيوو لاس وهونکی چه هم مسلمانان دي په خپل ملک کي ارام ناست دي ، نه لوټ مار کوي نه خپل وطن خرابوي اونه خپلي ملي شتمنۍ ته تاوان پيښوي ، دوی دافغانستان دخرابۍ لپاره ملا تړلي ده ، دافغانانو دپاکو احساساتو څخه په دغسي مواردو کښي ډيره استفاده کوي او ددغه وران ويجاړ وطن دخرابۍ لپاره هلي ځلي کوي . موږ دا ارزو لرو چه خلګ په سوله ايز ډول مظاهري وکړي ، دراډيو ،ورځپاڼي له لاري خپل نظر او خواشيني څرګنده کړي ، خو د وژلو ،وهلو ،ماتولو او خرابولو او سوځلو څخه دي دخدای ج په لحاظ مخنيوی وکړي ، .څه پاته دي په دي وطن کي چه هغه نور هم خراب کړو، دا وطن خو داديرش کاله وران سوی دي ، ايا بيله دي چه ملي شتمني ته خرابي پيښه کړو نه سو کولای چه خپل احساسات او غوښتني څرګندي کړو ؟ کولای سو چه په ډير سوله ايز ډول لاريون وکړو او خپلي غوښتني رابرسيره کړو . په جلال اباد کښي چه څلور کسه وطنوال په حق رسيدلي دي او ۷۰ کسه ټپيان سوي دي موږ ډير خواشيني يو او ددوی کورنيو ته صبرجميل غواړو ، او داچه د ۳۰ نه زيات دولتي او غير دولتي وداني وراني سوي ،چور سوي او يا سوځول شوي دي . څومره ددي غريب وطن لپاره تاوان دي .
موږ دقران مجيد سره بي احترامي او بي حرمتي چه دهرچا لخوا وی په کلکه غندو . او داغوښتنه لرو چه ګناه کارو ته سخته او سخته سزا ورکړه سي .
",وروستۍ مظاهرې او لاريونونو ته يوه کتنه
2654,هېواد حسين خېل - امريکا,"
١٣٨٤ د غويي ٢٢مه
هېواد حسين خېل - امريکا
زماګرانه ولسه!
چې کله غوسه شې نو خپل کور ورانوې . زما مظلومو خلکو چې تل قرباني تاسو ورکړې خو ثمر يې نورو خوړلی دی، دشوروي سور استعمار تا راوپرځاوه ،خو ورڅخه پاتې غنيمت دايران تالي څټو په نړيوالو بانکونوکې ذخيره کړ ٠ او اوس يو ځل بيا چې دنږدې دوه ميليارده مسلمانانو سپيڅلي کتاب عظيم الشان قران ته دسپکاوي په يوه اوازه ته په غوسه يې خو له ډيرې بېوسۍ څخه دخپل وطن يوازې څووﻻړ راپاتې شوي دیوالونو ته اور اچوې، اخر ولې ؟ ايا د احتجاج ﻻره همداده؟اياله قران څخه دفاع دځوانو محصلينو وژلوتهﻻره هوارول دي؟؟؟ ستا غوسه پرځای ده اوپر ګران اسلام باندې ستا غيرت ته مې دې سلام وي، خو هغه څه چې ددې غوسې لپاره يې کوې له ناپوهۍڅخه يو ډک کار دی، ځکه په خپل دې عمل د ځان او اسلام دښمنان خوشاله کوې، ستا دکورني سيال هوښيارۍ ته خو لږ ځير شه، دجهاد په وخت کې يې له روس سره دتړون له مخې مليونونه ر وبلونه جيبونو ته کړل هغه وخت همداجلال اباد ورانيده او کندهار سوز يده خو کله چی جهاد بر يالی شو نو ته دوطن دښمن شوې او حکومت ده چور کړاودا دی اوس بيا چې قران ته دسپکاوی اوازه راغلې هغه کرار ناست دی او په پنجشير کې مکتبونه جوړوي خو ته جلا ل اباد ورانوې٠ که ستا نا پوهی همداسې وي بيا خو دعقل له مخې هغه پر تا دحکومت کولو حق لري او ته دالقاعدې اوورانکاري په نا مه په زندان کې اچول کيږې اخر ولې؟؟
زماولسه !
دا عربان او دا دنړۍ نور مسلمانان ولې چوپ دي ؟؟؟؟ خو ته دې دخپل ورور دوکان تالا کوې او گناه په گناه مينځل غواړې؟؟ ايا د مبارک قران دا ارشاد دې هير دی چې(( دا دالله کتاب دی او الله يې په خپله ساتنه کوي)) ايا الم تر کيف نه لولې ؟ د لوی او قهار خدای( ج) دين دومره کمزوری نه دی چې ته به يې دخپل ورور کور او موټر ته په اور اچولو وگټې، نه ! ته تير وتلی يې دا دمقابلی لاره نه ده راويښ شه ! دلته په غرب کې غير مسلم خلک در پورې خاندي هغوی په خپلو مجلو کې ليکي چې دا قران مجيد ته دسپکاوي پر ضد مظاهرې نه دي ، هسې دا دپښتنو عادت دی چې وږي شي نو يوڅه پلمه کړي او يو د بل کورونه ،موټر اودفترونه تاﻻکوي اوورانوي يې ،بيا نو خاندې وايي دافغانستان هوښيار خلک دا نور دي چې کرار نا ست دي اود خپلو بچو دراتلونکي په هکله فکر کوي، ستا غيرت او اسلامپا لنې ته دې عرب وعجم لوګی شي زما پښتونه وروره! خو داله اسلام څخه ددفاع معقوله ﻻره نه ده :
نشايدکه به کعبه رسي ای اعرابي
اين راه که تو ميروي به ترکستان است
يوازينۍ ﻻره علم او ابادي ده
زده کړه وکړه
خښته پرخښته کيږده
خپل کور ودان کړه
ځان دسيالانو سيال کړه
او بيا يې ورسره ډزوه
ويښ شه ! ويښ شه! دخدای لپاره! خپل بچي مه وژنه!
",چې کله غوسه شې نو خپل کور ورانوې ؟؟
2655,فضل الرحمن کټوازی- کوريا,"
١٣٨٤ د غويي ٢٢مه -
فضل الرحمن کټوازی-سيول کوريا
هغه په پښتو کي يو متل دی وايي "" چه په سر خولۍ نه ګوري خو په سپي پسي منډیي وهي"" دوه ورځي مخکي مي دخيبر تلويزيون له لاري خبرواوريدو چي يوې امريکايي ورځپاڼی دپاکستان په هکله يوکارتون نشر کړی و،چي په هغه کي دپاکستان بې عزتي شویې وه ، په دې هکله دپاکستان له لوري متحده ايالاتو ته احتجاج هم شوی وو که نه؟ خو زما او ستا احساسات يې دپخوا په شاني راووپارول دا ډيره ښه موقع وه چي په بل شوي اور تېل و وپاشل شي،دداسي لاريونونو ترشا پټ لاسونه کارکوي ترڅو خپلي نامشروع ګټي خوندي کړي،او دولت کمزوری کړي،دا خرڅ شوي خلک چه دپردو په اشارو دافغانانو دسپيڅلي احساساتو سره لوبي کوي بايد ژر تر ژره څرګند او دقانون منګولو ته وسپارل شي چي بيا څوک بې دکوم څرګند حقيقت نه ددې جرائت ونکړي چي په خپل سر په مظاهرو لاس پوریي کړي او خپلو هغو مالونو ته چه په سوال مورانيولي اورونه واچوي او يو وار بيا مو دنړۍ سوال ګر کړي .
ماته يوه پېښه راياديږي يو ځوان چي دخارج نه راغلی و هغه داپريل پولApril Pool په نامه دخلکو نه احمقان جوړول په غربي نړۍ کي دا يو دستور دی چه هر کال داپريل په لومړی نېټه انډيوالان ديو بل دتنګولو لپاره تر څو دهغه دکم عقلۍ نه لذت واخلي کورته يې تيلفون کوي يا برېښنا ليک ورته ليږي او يا ليک چه خدای مه کړه پلار دي ټکر شوی یا داسی نور. . . . .
ددې عادت ليوني داکاردافغانستان په يوه لري پراته کلي کي ترسره کولو او خپل يوه ملګري ته يې وويل چه پلار دي پلاني ووژلو ،دغه ځوان په غوسه شو او دکور څخه يې ټوپک راواخیست ترڅو دخپل پلار قاتل ووژني کله چه دکوره رابهر شو نوپلار يي په لاره روغ رمټ دکور په لور راروان وليد،هغه يو طرفته دپلار په ليدو خوشحاله شو او بل طرفته فکر يوړو چه زما خوږ ملګری چه يو تعليميافته ځوان دی او په متمدنه نړۍ کي هم لوی شوی داسي دروغ يې ولي راته وويل ددې پرځای چه کور ته ولاړ شي مستقيم دملګری کورته ورغی او په زوره يې دروازه ورته وټکوله هغه چه دکور په دروازه کي راڅرګند شو نو ډيريې وخندل کله چي يې ځوان دټوپک سره وليد او ورته يې وويل چي يقينآ ته داپريل دلومړۍ نېټې لوی احمق يې . همدا شان کيسه زمونږ ددې جذباتي ملت سره د تاريخ څخه را روانه ده،ترهغه وخته چه حقايقوته انتظار وباسو ،ژر پرې خپل قضاوت وکړواود غازی امان الله خان په شاني ملي شخصيتونه دپردو په اشاروپه يواو بل نوم سره په خپلو لاسونو ورک کړو.
",دجلال آباد دپېښو ترشا دچا لاس دی؟
2656,عبدالباقي تلاښ - سويډن,"
١٣٨٤ د غويي ٢٢مه
غـــــــــزل
زه مي شونډي سپيري خوښ يم ، ته اختروځان ته جــــوړکه
زه دي تـــــــــــږي داوبــــــــــــــــويم ، تـــــه گودروځان ته جـــوړکه
داچي حال مي دمــــــــــلنگ وي ،اوخيرات له خلگوغــواړم
زه پــــه غــاړه دي کـچـکول وړم، ته سره زروځان ته جـوړکه
داکــــه وارپــــــرټټروخــــــــــورم اودارو دعــــــلاج نـــــــــــه وي
زه دژوند په غــم کي نـــــــــــه يـم ته سنـــــگروځان ته جــــــوړکه
دنظــــــــــــرغشي تــــــــــــيره وي کـــه دښـــــکلو په لور وار شي
زه لـــــه دي غشوتـــــل رنځ وړم ،ته يوسپروځان ته جــوړکه
لــــــــــه تعويزاوجــــــادومـــاته ، رالــــــويدلی زړه ته ويــــــــــــره
زه به خــــــواست تر ملايو ســم ،ته منتروځــــــان ته جـــــوړکه
وزيـــــــارت لــــــه مين درومي پــــــــه دعــــادخپــــــــــلي ميني
زه تـــلاښ به دي درويش يــــم ،تـــــه لنگروځان ته جــــوړکه
تلاښ سويډن دمالموښار
",غزل ( ته اختروځان ته جــــوړکه )
2657,ا فغان ولسپال ځوانان,"
١٣- می - ٢٠٠٥
سيدمخدوم رهين دقضاوت په تله کې ، کتاب چاپ شو
دهغه کتاب نوم دی ، چې ټولټال ۵۵۱ مخونه لري . چې په په بېلابېلوخپرونوکې ليکلې خپرونې يې پکې راټولې کړې دي . کتاب په پښتو او درې ليکل شوی دی .
خپرندوی يې افغان ولسپال ځوانان دي چې دماخذتونو په برخه کې يې ۸۴ سرچينې په ګوته شوي دي .
لکه څنګه چې په سريزه کې يادونه شوې دابه ددې لړۍ لومړۍ هڅه وي اونورټوکونه به يې هم خپرېږي .
سيد مخدوم رهين هغه وزير دی چې په دې تېرو کلونوکې په لسګونو اوپه سلګونو ليکنې پسې شوي ، ښايي په دې باب دده ( رهين ) خپل غبرګون ډېرتوند وي ؛ خوبياهم څرګنده نه ده چې داکتاب چېرې چاپ اوافغان ولسپال ځوانان څوک دي ؟
دکتاب په سريزه کې راغلي :
ولې دا کتاب؟
ځينو سياستوالو ډېر پخوا ويلي وو: که غواړئ چې يو ژوندى ملت له منځه يوسئ، لومړى يې ژبه له منځه يوسئ چې په دې توګه به يې نور کلتوري ارزښتونه هم له زوال سره مخ شي، دا ملت په خپله د نېستۍ په کنده کې لاهو کېږي او له منځه به ځي. هم به خپل ملي هويت له لاسه ورکوي، هم به په نړيواله کچه خپل باور وبايلي او په نورو رنګونو کې به دل، يا به هم په غوڅ ډول ورک شي.
زبر ځواکو او د نورو هېوادونو تالۍ څټو هم له همدې قاعدې څخه کار اخيستى او هڅه يې کړې، چې په همدې تربګنۍ کې خپله ګټه وپالي، هغه د چا خبره اوبه خړې کړي او کبان ونيسي، دوى تل هڅه کړې چې د افغانستان ملي او کلتوري ارزښتونه له منځه يوسي او يا يې نورو ته بد معرفي کړي، دوى افغاني ارزښتونه وروسته والى ګڼي او په دې باور دي هغه کسان چې لنګوټه تړي، هغه د تمدن، پرمختګ او پوهې دښمن دى. دوى د خپلو شخصي عقدو او کينې له مخې ان په لوړو دولتي څوکيو کې هم خپله دا دښمني او کرکه نه ده هېره کړې، بلکې په لوړ موقف کې يې لا خپله کينه اورنۍ کړې او لا يې د دې خوار ملت ارزښتونه د ورکاوي له ګواښ سره مخ کړي دي. د دوى دا دښمنانه چلند په يوه او بله بڼه روان دى چې د خپلې دې موخې لپاره زيات مهال ځينې ډلې ګماري او خپله استفاده ورڅخه کوي. يا هم ځينو ګاونډيو هېوادونو د خپلو زړونو دښمنيو پر بنسټ دغه کار ته ملا تړلې ده.
ايران او پاکستان هغه هېوادونه چې تل يې د افغاني ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره سترې پروژې پلې کړي او تر دې ګړيه يې دا کينه نه ده پرېښې.
په پاکستان کې هڅه کېږي چې پر افغانانو باندې د پنجاب کلتور واکمن کړي او اردو ژبه ورباندې ومني، هلته پښتو ويل داسې ده لکه په کابل کې چې څوک پښتو وايي، خلک په دې ژبه ګړېدونکي اشخاص ناپوه، د سپکاوي وړ او وروسته پاتې ګڼي. که پاکستان د کلتوري او ملي ارزښتونو تر څنګ د افغانستان سترې فابريکې او نور دولتي کارځايونه لوټ کړل او ټول سامانونه يې د کباړ په نوم په خپلو کارځايونو کې حل او وپلورل، ايران بيا د ځينو څېرو په ګمارلو سره د افغانستان د ملي هويت، ملي کلتور او ملي ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره له هر ډول امکاناتو څخه کار اخلي. چې په دې کتاب کې به يې يوازې ځينې بېلګې ولولئ، ځکه چې موږ په پام کې لرو د کتاب په دويم ټوک کې دا ډول نور اسناد هم ستاسو په واک کې درکړو، چې تاسې په خپله ورباندې قضاوت وکړئ. البته دا ليکنې موږ په خپله نه دي کړي، بلکې په دې باب مو خپرې شوې ليکنې راټولې کړي، چې د يوه کتاب بڼه مو ورکړې ده.
موږ په دې باور يو چې زموږ د اوسنيو ټولو بدمرغيو لامل همدا قومي، سيمه ييز او ژبنيز تبعيضونه او تعصبونه دي، چې په دې اور کې مو ګران او خوږ هېواد لولپه او وران ويجاړ شو، په لکونو بېګناه هېوادوال مو شهيدان شول چې نور نو بايد دغو کينو ته د پاى ټکى کېښودل شي.
دلته بايد يادونه وکړو، چې موږ د هېڅ ډول کينې او يا خداى مه کړه تضاد له مخې دا کتاب نه خپروو، بلکې موږ د خپلو ملي ارزښتونو د ساتنې او ځلونې غم لرو. په دې ډګر کې د مرګ تر بريده ولاړ يو او د خپلو ملي او افغاني ارزښتونو دفاع کوو، دا خپل يو روا او مدني حق ګڼو، هېڅوک هم دا حق له موږ څخه نه شي اخيستلاى.
موږ غواړو چې د اطلاعاتو او کلتور وزير مو په رښتينې بڼه د ملي کلتور د پياوړتيا لپاره کار وکړي، زموږ وزير خاين، دروغجن، غل، بې کفايته او متعصب نه وي. زموږ وزير هرڅه تر ايران قربان نه کړي، زموږ وزير بايد د افغانستان له مطبوعاتو او ملي راډيو- ټلويزيون څخه د ايران او ځان په ګټه کار وانخلي، بلکې زموږ وزير بايد زموږ له ليکوالانو سره مينه ولري، څارنواليو ته دې نه معرفي کوي، د خپلو شخصي عقدو له مخې دې دوى نه ځپي او نه کړوي. موږ په تېر دوران کې د ښاغلي رهين سترې درغلۍ وليدې، ده خپلو هغو ليکنوته د عمل جامه ورواغوستله او عملاً يې خپله هغه ستراتيژي پلې کړه، چې له امريکا څخه په خپرېدونکې ’اميد‘ جريده کې به يې خپروله، د دې ښاغلي په لسګونو ليکنې په دې جريده کې خپرې شوې، چې موږ يې يو وخت د مهمو اسنادوپه توګه په خپل دويم ټوک کې وړاندې کوو،چې ملت پخپله ورباندې قضاوت وکړي.
موږ غواړو خپلو راروانو نسلونو ته دا ښاغلى او د ده غوندې نورې څېرې په ښه توګه وروپېژنو، چې په تشو شعارونو، د لاس په تسپو او غوړو خبرو يې تېر ونه وځي. زموږ وزير په تېر دوران کې خپله ښه ازموينه ورکړه، خپله بې کفايتي يې څرګنده کړه، چې د هېواد اکثريت کسان دى نه غواړي او د دې خبرې د پخلي لپاره د کتاب منځپانګه ستاسو په واک کې ده.
زموږ د دې وزير په څېره کې دومره پټې کينې پرتې دي، چې که په خوله يو څه وايي، په زړه کې نورې نقشې لري، چې د هېواد ارزښتونه ليلام کړي.
افتاب په کابل کې خپرېدونکې خپرونه وه، چې چلوونکى يې ايرانى و، کله چې دې خپرونې د اسلام پرضد يوه ليکنه خپره کړه، نو زيات افغانان يې راوپارول، سترې محکمې غوښتل چې د دې خپرونې چلوونکى ونيسي او د محکمې مېز ته يې راوکاږي، خو د ښاغلي سيد مخدوم رهين په شخصي هڅو نوموړى کس بهر ته واړول شو. هېچا هم دا پوښتنه ونه کړه، چې ولې؟؟.
کله چې په محمد ګل مومند بابا، احمدشاه بابا او نورو ملي مشرانو پسې ځينې خپرونې کنځاوې ليکي، هېڅ خبره نه ده، په خپله وزير رډې سترګې نيولې وي او هېڅ هم نه ورته وايي، خو که چېرې يو ليکوال د خپلو سترګو ليدلى حال ليکي او خپله ليکنه په انټرنټ کې خپروي، نو ښاغلى رهين په دې تور نور ځوانان نيسي او ان چې ځينې ځوانان اړ باسي چې د بل چا د ليکنې له کبله بخښنه وغواړي.
ملي ارزښتونه له ستر ګواښ سره مخ دي، په دې منځ کې ملي ټرمينالوژي، چې زموږ د ملي کلتور او ملي هويت يوه ستره برخه جوړوي، له نابودۍ سره مخ ده. په دې کار کې په خپله د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي ستر رول لوبوي چې غواړي دا نومونې له منځه يوسي او ايرانۍ نومونې يې پر ځاى دودوي، چې دا دى اوس په کابل راډيو، د افغانستان په نامه ټلويزيون او نورو چاپي خپرونو کې خپرېږي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره دوزارتونو او رياستونو نومونه اړول کېږي، چې څوک هېڅ هم نه وايي، له ايران څخه ايراني کتابونه، سافټوېرونه او نور مواد په کانيتنرونو راروان دي، چې کتابونه يې د افغانستان په عامه کتابتونونو کې ځاى پرځاى کېږي، دغه راز نور توکي يې په نورو ادارو کې او د کلتور وزارت يې ډېر ښه هرکلى کوي. ايراني فلمونو، سريالونو اوسندرو ته خو بېخي کابل ټلويزيون او نورې راډيو ګانې په ګرو نيول شوي، چې دا په خپله د پوښتنې وړ خبره ده.
. له بده مرغه چې اوس د دښمنانو اوسيالو ډلو په واک کې ژوندي وزارتونه دي، چې عملاً ورته کار کوي. په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې په دې خپل تېر دوران کې يې د خپلې بې کفايتۍ، درغلۍ او بې انصافۍ ښه او پخه ازموينه ورکړله او موږ په دغو هڅو کې وينو چې په خپله د کلتور وزير په دې ملي ضد هڅو کې ستر رول لوبولى او د خپلو بادارانو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. کله چې د هېواد تکړه ليکوال او د دې وزارت مرستيال ښاغلى عبدالحميد مبارز هم د رهين د کينې او عقدې ښکار شو، په هغه پسې په خپله د رهين په خپرونه (انيس) کې داسې يوه ليکنه راغلې، چې هم يې د ښاغلي مبارز پر شخصيت تېرى کړى، هم يې بېځايه تورونه ورباندې تړلي دي، دلته ولې د ټوليزو رسنيو قانون پر رهين نه تطبيقېږي؟؟ ښاغلي رهين يودا دليل هم درلود، چې مبارز زوړ بوډا دى کار نه شي کولاى، خو موږ حيران چې رهين بيا چېرې داسې څوارلس کلن ژڼى دى، چې د ځان د پرکارۍ سند په جېب کې ګرځوي، اوس هم د خپلو سترګو علاج نه کوي، يو شى ورته دوه ښکاري. ښاغلي رهين يو وخت د خپلو کارونو له کبله په (خراساني) شهرت درلود چې اوس هم له زياتو پټو او ښکاره ډلوسره اړيکي لري.
موږ دلته د دې ښاغلي د کارونو په باب ټول څه نه وايو، ځکه چې ټول شيان به تاسې په خپله په دې کتاب کې ومومئ، موږ هم دا منو چې ځينې اشخاص په غندنې هم نه ارزي، خو بيا هم دا ښه خبره ده چې ځوانان مو دا وړ څېرې وپېژني، چې دې ښاغلي کوم ګلونه کرلي دي.
ليکنې په دواړو ژبو دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کنفرانسونو په تالار کې مو- د ملي مسايلو په باب يو جوړ شوى سيمينار هم رااخيستى، زموږ په اند ډېر ستر ارزښت لري، ځکه چې په دې کنفرانس کې ځينې داسې جملې ويل شوي چې ملت ته د سند په توګه وړاندې کول يې زموږ دنده ده. ځکه يو وخت ښاغلي رهين دعوده کړې وه، چې په دې سيمينار کې داسې جملې نه دي ويل شوي، خو نه يوازې دا چې ملت دا توري اورېدلي، بلکې دا دى اوس يې د سند په توګه تاسو ته هم وړاندې کوو، چې د ښاغلي رهين دا ښکرور درواغ او نورې باټې په عمل کې درته ثابتې شي.
باختر اژانس د پښتو ليکنو په برخه کې ستونزې لري، په زياتو برخو کې خو يا پښتو ليکنې نه دي رااخيستل شوي او که اخيستل شوي هم دي، ډېرې غلطۍ لري، سړى پر ځينو جملو هېڅ نه پوهېږي. موږ چې د باختر اژانس انټرنټ پاڼه هر مهال کتله او د دې سيمينار پښتو برخې ته مو لار څارله، خو له بده مرغه چې تر ډېرې مودې وروسته مو بيا هم دا ليکنې ونه موندې. بل دا چې د کتاب چاپ ځنډېده، له دې کبله مو نور انتظار ونه کړ، بله دا چې د کتاب دويم ټوک هم راروان دى، که خداى کول هلته به هم داسې مستندې ليکنې راشي.
ښاغلي رهين په شان تعصب لرونکي عناصر، چې تل يې د بل ډول ته څڼې اچولي او په پردي خيرات کې يې سپي په لوټه ويشتلي دي، ګومان کوي چې ملت ويده دى او د دوى ملي ضد کړنو ته يې هېڅ پام نه شته، حال دا چې داسې نه دى، دا دى تاسې هم وينئ چې تر دې دمه په دې ملي ضد هڅو پسې څومره ليکنې شوي، اوسنى کتاب خو د دغو ليکنو لسمه برخه هم نه ده، بلکې موږ زياتې ليکنې د دې کتاب بل ټوک ته پرېښودې او اوس خو ايله د دې لړۍ لومړى ټوک خپرېږي، چې په راروانو ټوکونو کې به نورې خپرې شوې او يا خپرېدونکې ليکنې راشي.
دا خبره خو اکثره مهال د ستمي ډلې پلويان کوي، چې ګواکې په دې هېواد کې د ستونزو د اوارۍ لار يوازې دا ده چې په دې هېواد کې ټول اوسېدونکي دې له خپل ملي هويت څخه لاس واخلي او هغه څه دې ومني چې دوى يې وايي. حال دا چې موږ وايو زموږ ملت يو سرلوړى، وياړلى او د اصيل هويت لرونکى ملت دى، چې د هېڅ پردي پروا هم نه ساتي، دا ملت به د دې ځمکې پرمخ همداسې سرلوړى او باتور پاتې وي.
اوسنى کتاب ښايي د منځپانګې له مخې په بشپړ ډول د سيدمخدوم رهين په اړه قضاوت نه وي، زياتې ليکنې داسې دي چې د ده د وزارت په واکمنۍ کې د کلتوري ستم کيسې کوي، زياتې ليکنې د ده خپل کارونه تشرېح کوي، زياتې ليکنې د ده کړنې د قضاوت په تله کې ږدي او ځينې ليکنې د اسنادو بڼه لري، چې موږ يې دلته په دې موخه خوندي کوو، چې يو مهال تاريخ ورباندې قضاوت وکړي. يوشمېر ليکنې بيا د حل پر لارو چارو غور کوي، چې د ځينو ستونزو د اوارۍ لار کومه ده؟
د کتاب په پيل کې مو د مطبوعاتو قانون هم رااخيستى، چې لوستونکي يې ولولي او که د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي دا قانون ونه لري، نو دلته دې ولولي چې کومې مادې لري او د دوى وظايف څه دي، دغه راز دوى تر دې دمه کومې سرغړونې کړې دي.
زياتې ليکنې مو په ډېرو سختيو پيدا کړې، نو په کابل غوندې ځاى کې د پښتو خپرونو پيدا کول ډېر ستونزمن کار و، بيا مو هم ځينې پښتو خپرونې د کابل او ولايتونو له کتابپلورنځيو څخه رانيولې، هغه مو ولوستې او له خپلې موضوع سره نژدې ليکنې مو په کې غوره، بيا ټايپ کړې، د دې لپاره چې وکړاى شو، خپل مواد يو څه نور هم غوښن کړو، نو مو انټرنټ ته مخه کړه، چې له انټرنټ څخه اخيستل شوې ليکنې معلومې دي، چې موږ د سرچينو په برخه کې د هغو يادونه کړې ده.
ګڼ شمېر ليکنې مو له سره ټايپ کړې، څرنګه چې موږ وړ کمپيوټر په واک کې نه درلود، له دې کبله مو زياتې ليکنې له منځه لاړې، بيا مو هم زياتې ليکنې له سره ټايپ او سره واوډلې. چې دې کار هم زيات وخت وغوښت. اوسنى کتاب بايد په تېر ژمي کې چاپ واى، چې دغو ستونزو د کتاب په چاپ کې يو څه ځنډ رامنځته کړ، بيا هم (دېر ايد، خوش ايد) دا دى اوس د کتاب منځپانګه نوره هم زياته شوه.
په درناوي
ا فغان ولسپال ځوانان
",سيدمخدوم رهين
2658,,"
٢٣- غويی - ١٣٨٤ هالنډ
سبا د ٢٠٠٥ زېږديز کال د می دمياشتي پر ١٤مه نېټۀ د شنبې ورځ په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په نوښت د ( ارواښاد استاد جان محمد پلار) او ارواښاد استاد ف . فضلي په ياد غونډه جوړيږي .
ټاکل شوې ده چي په ياده شوې غونډه کي چي د هالنډ د اوتريخت په ښار کي به د رارواني شنبې په ورځ ماسپښين پر څلور بجې پيل شي ، د ارواښاد جان محمد پلار ، او استاد ف فضلي د ژوند ، هنري خدمتونو ، پښتو ډرام او تياتر په برخه کي د هغوی د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په اړه يو شمېر مقالې او پيغامونه واورول شي . ارواښاد ف فضلي صاحب په اړه مالوماتو لپاره دا ځای کښېکاږئ
د هيواد د سينما ، تيار او راډيو ډرام وتلی لوبغاړی خدای بخښلی استاد ف فضلي
کوم درانه ليکوال او د افغانستان د تياتر او تمثيل مينه وال چي غواړي دې ياد غونډي ته پيغام يا ليکنه راليږل غواړي دا ځای کښېکاږئ وروستۍ ليکني د شنبې ورځي تر ماسپښين پوري ترلاسه کولای شو.
افغاني کلتوري ټولنه چي د 2000 زيږديز کال د فبرورۍ په مياشت کي يې بنسټ اېښودل شوی دی ، تر اوسه پوري هر کال څو بېلابېلي کلتوري او پوهنيزي غونډي تر سره کړي دي .
",افغاني کلتوري ټولنه (يادغونډه) جوړوي
2659,,"
",
2660,هوسۍ مجله - کابل,"
٢٣-٢-١٣٨٤ کابل
چې لوند د خپلو اوښكو په شبنم و يو سړى
والله چې له ګلابه سره سم و يو سړى
ورځ تېره نه وي، اوونۍ نه وي اوښتې چې د هېواد د يوه پېژندوى او نوماند انسان مړينه مو د يوې ژورې خواشينۍ په كنده كې لاهو كوي.
په علامه بابا پسې مو د فضل محمد فضلي، جان محمد پلار، عبدالجليل وجدي، ميرزا علم حميدي او... د مړينې خبرونه واورېدل، چې په هېواد كې دننه او بهر يې ټول ليكوالان او شاعران ودردول، ځكه چې زموږ په ګومان په اوس مهال كې دا هره يوه څېره مشخص بديل نه لري، دا په داسې حال كې چې ګران هېواد مو د يو ډول كلتوري ښكېلاك په منګولو كې ساه اخلي او ډېر كلتوري ارزښتونه مو له ستر ګواښ سره مخ دي، موږ خو د همدغو سرلارو مشرانو او كلتورپالو اشخاصو په لارښوونو او همكارۍ د كار لپاره ملا تړله. چې الله خو مو دې نور نه دردوي.
په اروپا كې مېشت ليكوالان او كلتورپال اشخاص د استاد جان محمد پلار او استادفضل محمد فضلي په ياد غونډه جوړوي، چې د هوسۍ مجلې اداره د دوى دا نېك اقدام ستايي، په نړۍ او اخرت ورته اجرونه غواړي.
د يو موټي، سرلوړي او ودان افغانستان په هيله
سرلوړي واوسئ
د هوسۍ مجلې اداره
كابل- افغانستان
",د هوسۍ مجلې پيغام
2661,د علامه رشاد بابا ادبي بهير,"
٢٣-٢-١٣٨٤
د جنوب لوېديځي حوزې د كلتوري او ادبي ټولنو په استازيتوب
د جنوب لوېديځي حوزې د كلتوري او ادبي ټولنو، دغه راز ليكوالو او شاعرانو په استازيتوب د علامه رشاد بابا ادبي بهير د افغاني تياتير د دوو مخكښو څېرو: پياوړي استاد جان محمد پلار او استاد فضل محمد فضلي يادغونډه چي په اروپا كي مېشت فرهنګپال يې سمبالوي يو نېك اقدام ګڼي او جوړوونكو ته يې د برياليتوبونو غوښتنه كوي.
د دغو دوو سترو انسانانو پر مړينه خپله ژوره خواشيني څرګندوو او هيله لرو چي دا ډول غونډي دي په نورو هېوادونو كي هم جوړي شي، چي په دې توګه مو د هنرپالو څېرو ياد تل ژوندى پاته شي. استاد جان محمد پلار او فضل محمد فضلي د افغاني تياتر په برخه كي له هغو ځلاندو څېرو څخه وې، چي تل به يې ياد ژوندى او هنر به يې د هېواد په كلتوري ډګر ځلاند پاتي وي.
د علامه رشاد بابا ادبي بهير د دې ډول غونډو ستاينه كوي او هيله لري چي دغه تشي (خلاوي) چي په دې برخه كي شته ډكي شي او په دې ډګر كي نور غښتلي هنرپالونكي هم راوټوكېږي.",د علامه رشاد بابا ادبي بهير پيغام
2662,عنايت صافی - کابل,"
١٣٨٤-٢-٢٣
نيكى هيلي او سلامونه مى ومنئ.
خوښ يم چي يو ځل بيادفرهنگي هڅو په لړ كي تاسي دارواښادف فضلي او استاد جان محمد پلار اروا ته خوښي وربخښئ . تيرو دردوونكو لسيزو له مونږ څخه هرڅه لوټلي، دفرهنګي يون سرلاري مو دغه له وير څخه ډك پير خپل ستوني ته واچول ، هيواد او ولس مو له زرهاوو ستونزو سره لاس او گريوان شو، او په داسي بې سرو سامانه دامونو كي ونښتل چي نه يې لاس خلاصيدو او نه سر. داچي پرملت مو يوځل بيا يوه نسبتارڼا راغلې، اوس مو هماغه فرهنگيان چي له كلونو كلونو له مونږ څخه ورك وو او مونږ يې دليدو په هيله شپې شمارلې، دا دى دلته او هلته يې را څخه خداى خپل حضور ته بلي، او زمونږ تنده هماغسي جل وهلې پاتي كيږي. په هرحال داچي مونږ يې له مرگ څخه وروسته ستايوو او پرياد يې څلي جوړوو هم د خوښۍ ځاى دى، چي كه پرژوند مو دهغوى لپاره هيڅ ونه كړل نو پرمرگ خو يې بايديو څه ونازوو اولږ ترلږه خو به مو د ګاندي نسلونو ته يو څه ورپيژندلي وي. د افغان فرهنګي ټولني په استازيتوب تاسو دهنرمينه والو ، دفرهنګي او ادبي يون سرلاريوو ، ليكوالو ، شاعرانو او دمرحومينو خپلو خپلوانو او دوستانو ته دداډول نوښتونو او هنرپالونكو هڅو له امله مباركي وايم، تلپاتى ذات دي ارواښاد فضلي او ارواښادپلار د خپلى هنرزيږوونكي ويړى ځمكي په غيږ كي خوښ لري، او تاسى درانه دي دهنرپالو په توگه راته تر ډيره ژوندي او بريالي لري.
په مينه او مننه
عنايت صافى
٢٣-غويي ١٣٨٤ كابل افغانستان
",په هالنډ كي دافغاني كلتوري ټولني درنو كوربنو!
2663,ولي شا طبيب - کندهار,"
٢٣-٢-١٣٨٤ کندهار ( ولي شا طبيب )
وروستۍ لاريونونه په جلال اباد کښي کوم چه دوژني ، وهلو ټکولو ورانولو سره ملګري وي دهر افغان دپريشانۍ سبب وګرزيدي ، په دي لاريونو کښي حتما دپرديو لاسونه سته ، دا خو په رشتيا دهيڅ مسلمان لپاره دمنلو وړ نه ده چه څوک دقران عظيم الشان سره بي حرمتي وکړي ، دلته څوخبري سته چه په ټوله نړي کښي يوازي په افغانستان او خصوصا په جلال اباد کښي دتشنج ډک لاريونونه ترسره سول او دافغانانو دوژلو وهلو اوټکولو سبب وګرزيدل ، ډيري دولتي او غير دولتي ودانۍ وراني سوې . دلته دروڼ اندو ، علماو ، پوهانو او ليکوالو وظيفه ده چه دغه جريانونه په صحيح ډول رهنمايي کړي ، ددوی سره کښيني اولازمي توصيې اولارښووني ورته وکړي ، دراډيو ، ورځپاڼو ، موعظو او مشورو له لاري ددغو احساساتي ځوانانو هيجانات راکنترول کړي او دوی دخرابۍ اوورانۍ څخه وژغوري ، موږ پوهيږو چه دهيواد په هرګوټ کښي ديني علما ، روڼ اندي او ليکوالان سته ، ښه ليکني کوي او دپوره پوهي خاوندان دي ، دا د دوی ملي مسوليت دی چه دخپل اړوند ولايت يا ولسوالي اوسيدونکي دغيرمسولانه اعمالو څخه وژغوري ، دډله ايزو رسنيو څخه خبريږو چه په پلاني ولايت کښي دا ټولنه او ها ټولنه جوړه سوه ، زما په هاند ددي علمي ،فرهنګي او کلتوري ټولنو وظيفه يوازي دانه ده چه غونډي جوړي کړي ،اشعار ووايي ،کيسي وليکی او يو او بل ته چکچکي وکړي ، ودي کړي دا ټول دي وکړي دادوی حق دي ، خو دملي منافعو او ملي شتمنيو په هکله بايد بي تفاوته پاته نه سي ، دا روڼ اندي او علما بايد په هرډول چه وي دځوانانو په صفوفو کښي نفوذ وکړي او ددوی دغير مسولانه کړنو مخنيوی وکړي ، اکثره سريع او تند عمل ډيردتاوان او خرابۍ سبب ګرزي. داسي ډير پيښ سويدي چه وروسته تر سريع او تند حرکت ترکولو وروسته چه عمل کوونکو پر خپلو کړنو عميق فکر او سوچ کړی دی نو ډيري تيروتني او غلطي يي پيداکړي اوبيا پر خپلو کړنو پښيمانه وي ، چه ښکاره مثال يي دجلال اباد لاريونونه دي . خدای دی وکړي چه زما درانه روڼ اندي او دبصيرت درلوونکي وروڼه زما نه خپه نه سي.
",دروڼ اندو برخه او مسوليت دملي شتمنيو په ساتنه کښي
2664,نظيف تکل - روتردام ( هالنډ),"
١٣٨٤ دغويي ٢٣مه ( د نظيف تکل ليکنه )",د جلال اباد پېښو ته يو لنډ نظر
2665,,"
مجيب الرحمن انګار
دبينوا فرهنګي ټولنې دوې مياشتنۍ خپرونې ( ښکلا ) پرله پسې پنځلمسه ګڼه ، مرغومی – سلواغه له چاپه راووته .
دښکلا خبرې ، اماني عصر الويې جرګې ، دانسان ډوله څخه ترانستان پورې ، اماني دوره يا افغاني رنسانس ، شاعري ، مذهب او مابعد الجديد ، دشرق سلطانان لرغوني پښتانه عبريان پښتانه ،داستاد بينوا دعلمي ليکنو لړۍ ، داکاډميسين پوهاند رشاد ياد ، شرنګ دپايزېب ، شعرونه ، دپښتونخوا له نامتو سياستپوه افضل خان لالا سره مرکه ... اونور ګڼ شمېر مطالب يې په ۱۱۰ مخوکې خپاره کړي .
ښکلا په افغانستان ، پاکستان ، او ټوله بهرنۍ نړۍ کښي ګډؤن کوونکي مني .
درانه لوستونکي کولای شي د ګډون په کولو سره دا مجله د نړۍ په ګوټ ګوټ کښي ترلاسه کړي .
د ښکلا د نړيوالو څانګو په اړه مالومات پتي او ټيلفون شمېرو ترلاسه کولو لپاره دا ځای کښېکاږئ
",د ښکلا ١٥مه ګڼه چاپ شوه
2666,,"
٢٣ د غويی ١٣٨٤
د ا مريکا د بهرنيو چارو وزيرې کاندوليزه رايس وويل : پوځي چارواکي په دې هکله چې ويل کيږي د امريکايې عسکر و له خوا قرآن مجيد ته سپکاوی شوی دی ، څيړنې کوی او که دا خبره سمه راووتله نو سپکاوي کونکو ته به سزا ورکړل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې پرون په واشنګټن کې د مشرانو په جرګه کې وويل چې د امريکا متحده ايالات هيڅ کله د قرآن مجيد سپکاوی نه شي منلی.
کاندوليزې رايس د مسلمانانو څخه وغوښتل چې په ګوانتنامو کې دامريکايې عسکرو له خوا د قرآن مجيد د سپکاوی د رپورټ په اعتراض کې د افغانستان د شخړو نه وروسته دي، د زغم نه کار واخلي.
",د امريکا خارجه وزيرې په مسلمانانو د زغم ږغ کړی دی
2667,زرين انځور - عاشق غريب,"
",په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پيغام
2668,غفور لېوال - واشنګټن امريکا,"
٢٤ غويی ١٣٨٤
په مناسبت دامريکاڅخه د غفورلېوال پيغام
په اروپا کې درنو افغانانو!
د افغاني فرهنګ له هسکه د راپريوتو ستوريو د يادون لپاره ستاسو دهڅو لمانځنه اودهغو خدای بخښليو روح ته ددعا دغه کرښې درليږ م اوداهم ورسره چې:
په کندهار کې چينې وچې دي باران نه اوري
د کونړ سيندرانه په منډه ځي له پولې اوړي
دکابل سيند ﻻ هم يوه پياله اوبه لس پيالې ويني راوړي
خو موږ له تندې نه مرو
ځکه ﻻ اوس هم په ګريوان کې لپه اوښکې لرو
او هره ورځ رانه يو لمر يوه سپوږمۍ او يو اميل دستورو
د مرګ په تورو مات شي
خوموږ بې وسه خلک
دهر ماتم په خاطر
له ډيره قهره خپل کورونه سوځو٠
ستاسو کشر
غفورلېوال
واشنګټن ډي سي (می١٣،)
",د ارواښاد ف . فضلي او جان محمد پکتا ((پلار)) يادغونډې ته
2669,زرين انځور - جرمني,"
٢٤ غويی ١٣٨٤ -
د ارواښاد فضلي او ارواښاد پلار
د مړينې او وير غونډې په مناسبت
٢٠٠٥ ، د می ١٤
جرمني ، د کولن ښار
د روان کال د ثور ( غوايي) مياشتې له موږه داسې دوه درانه ممثلين ، ليکوال او هنرمندان واخيستل چې د خپل ژوندانه اوږده کلونه يې د هېواد د تمثيل د هنر د ودې په لاره کې پرله پسې هلو ځلو ته ځانګړې کړي وو او د هنر له لارې يې د افغاني ټولنې د ناخوالو ، نيمګړتياوو او نادودو پر وړاندې اوږده او نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده . په دې توګه دواړو له موږه تلليو هنرمندانو د افغاني ټولنې په رابيدارولو کې ونډه لرلې او د ټولنيزو بدمرغيو په له منځه وړلو کې يې د سپيڅلي هنر له لارې برخه اخيستې ده .
اوس چې دغه دواړه نوميالي هنرمندان ، مرګي له موږه اخيستي دي، د هغوی د ياد ژوندي ساتل او د هغوی د هنري برياوو يادونه زموږ دنده ده . د خوښۍ ځای دی چې په نيدرلنډ ( هالنډ ) کې افغاني کلتوري ټولنې د دغو نامتو هنرمندانو په ياد د يوې درنې غونډې د جوړولو تابيا کړې ده ، د ټولنې دا کار د پوره ستاينې او زموږ او د افغانستان د کلتوري او هنري ودې د ټولو مينه والو د ملاتړ وړ دی .
د دې غونډې په جوړولو کې ستاسو د برياليتوب غوښتونکي يو او د هنر د هغو درنو ارواښادو استادانو له کورنيو ، دوستانو او ټولو افغانو هنروالو او هنرپالو سره ځانونه د هغوی د مرګي په ماتم کې شريکوو .
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې
د مشرتابه جرګه
",د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې پيغام
2670,پوهنوال رسول باوري - هالنډ,"
١٣٨٤ دغويي ٢٤مه - هالنډ
د سلام فرهنګي ټولني له خوا
د استاد (( پلار )) او استاد (( فضلي )) ياد غونډي ته پيغام
سلام فرهنګي ټولنه په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د هغي ياد غونډي د جوړيدو له امله چي د افغانستان د دو نامتو هنر مندانو اود هيواد د وياړلو لوبغاړو خدای بخښلو جان محمد پلار او استاد فضل محمد فضلي د تل ياد او نمانځني لپاره يې جوړوي ، کور ودانۍ وايې . د دې ترڅنګ مو باور دادی چي د دې غونډي په ترځ کي به د نوموړو استادانو د کار او زيار په اړه نوي څرګندوني ، هر اړخيز ي ليکني اوغوره ويناوي را بر سيره شي چي له يوي خوا به د هيواد په هنري تاريخ کي د هغوۍ اوچت دريځ را برملا شي او له بله پلوه به ځوانو لوبغاړو ته د هغو پيچومو جاج څرګند شي چي زموږ په هيواد کي د هنر دې سترو مخکښانو د بلهاريو په منلو تر شا پره ايښي دي .
دريغه چي په هيواد کي دننه لا تر اوسه د کلتوري اداروچارواکو له لوري، د دې دوو وتلو استادانو د ياد غونډي په اړه د تياري څرک نه ليدل کيږي .
سلام فرهنګي ټولنه د دې غونډي ښاغلوبرخوالو ته وړانديز کوي چي : د همدې غونډ د برخوالو په نوم د افغانستان اړوندو چارواکو ته دايادښت ورسول شي چي ، په کابل ښار کي د ځوانو لوبغاړو د روزني لپاره (( د پکتا _ فضلي هنري ښونځی )) په نوم ديوه ښونيز مرکز د جوړيدو زمينه برابره کړي ، په دې ترتيب به هم د هيواد د دې نامتو استادانو ياد تل پاتي شي او له بله پلوه به د هيواد ځوانانو ته د هنر په دې څانګه کي د روزني وړ شرايط برابر شي.
د ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
",د سلام فرهنګي ټولني پيغام
2671,فريشته جلالزۍ - کابل,"
فريشته جلالزۍ – کابل افغانستان
يوه شپه دموکراسي
په هوايي ډگرکي دخبریالانو گڼه گوڼه وه لاره لکه رمه چې تیره شوې وي دوړي يې په هوا وي . یوخو هوايي ډگرهم لکه د خوسی میدان داسي پوټی و اوبل یې دجنگ دکلونوپه وخت کي په بیړني ډول جوړکړی و، دستروالوتکودکښته کیدونه و، دا وړې مسافروړونکي به هم دمجبوریت له مخیي ورباندي کښته کیدلې مسافروخپل سرونه خدای او وس چاتربالاپوش چاترخپلي کورتۍ لاندي پټ کړی وو .
مارینا هم خپل ټیکری ټینگ په مخ تاوکړی و او له متین سره جوخته روانه وه هرچا هڅه کوله ژر د دوړوله میدانه لري شي .
میدان ته ځیرمه یوه وړه يوه پوړيزه ودانۍ چي په سپينو ګجو يې ښه لړلې وه ښکاریده ورونه اوکړکۍ یې خلاص، مات اوگوډ وو او یوه زنگ وهلی کږه وږه لوحه ورباندي راځړېده چي ورباندي لیکل شوي و ( به ولایت باستانی فاریاب خوش امدید)
متین اومارینا هم له کابل څخه دهغوبهرنواوکورنو خبریالانو په ډله کی و چي هلته د قالینو په جشن کي گډون ته تللی و .
دواړه په همدې سفرکي سره یوځای شوی وو ددوى دواړو له ډیمو کراسۍ انگیرني یوډول وې
دواړوپه دې ټینگ باور درلود چي نارینه اوښځي برابرحقونه لري اوداچي نارینه باید دښځو دپرمختگ مخه ونه نیسي او داچي اوس هم دښځو په وړاندي زیاتی روان دی او . . . دوی تمامه لاره په همدې بوخت وو .
که څه هم دمني پای دژمي پیل و او هوا سړه وه ، خو دوړو له چالاره ورکوله هرڅه سپېره وه .
خبریالان په بیړه بیړه هریو د ولایت له خوا رااستول شویو ځانگړو موټرونو ته وختل خومتین اومارینا ځانونه وختي لاشاته شاته کول ښايي نه به يې غوښتل چي له نورو خبريالانوسره په ډله کي یوځای شي ښايي غوښتل یې چي يوازي شي او خواله سره وکړی .
له اشنا خلکو لري یوځای شي په یوه پردي ښار کي په یوه پردي ځای کي چي نه یې په کورونو او نومونو پیژندل اوکه دوی غوښتل نوڅوک یې په ژبه هم نه پوهیدل هلته یوازي هوا او اسمان شناخته و .
نورمسافر چي له ميدانه لږ لري شول مارینا په یوه ماته غوندي چوکۍ ، چي یوه بغل ته ایښې وه کښینسته ، متین سړک ته ووت یو ټکسي موټر یې راوست او مارینا یې ورسره سپره کړه .
اوس دواړه حیران وو چي ډرایورته څه ووايي چي چیرته یې بوزي .
دوی نه غوښتل چي له نوروخبریالانو سره یوځای شي ځکه خونو دیوه ځانته ځای په لټه کی وو .
خوایا دداسي پناه پیداکول اسانه و؟ متین مارینا ته مخ کړ
که څه هم ټوله اروپا اوامریکا افغانستان ته راغلې خولاتراوسه ډیموکراسي سمه نده ټینگه
هومتین جانه ترڅوخلک دې ته تياريږي په موږبه دنیا تېره وي خلک باید دې ته لاره هواره کړي اوکه داسي ونه شي والله که سل کاله نورهم ډیموکراسي ووینئ .
ته ریښتیا وایې موږباید اصلاحات له خپله سره پیل کړو ، که داسي ونه کړو بیا نو ستا خبره د ډیموکراسۍ راتگ هسي تشي بابولالي دي . دښځوپه وړاندي روان زیاتی خپله دډیموکراسۍ په خلاف ده
هو ، ته اوس گوره دلته په دې لوی ولایت کي ښځوته دشپې پاته کیدو ځای نشته اونارینه و ته شته داخپله یو تبعیض دى .
زه خو یې ترڅو چي په هر کلي کي یوه زنانه سینما جوړه نشي ډیموکراسي يې نه بولم .
له دې سره دواړوکټ کټ وخندل اوبیایې دافغانانو له یوه رنگي او ددوی په ژبه د خسته کن او یکنواخته ژوند گیلې وکړې اومتلونه تیرکړل
په افغاني کلیو اوښارونو کي دعادت له مخي اویا شایې د هغي برترۍ له مخي چي نارینه یې ځان ته ورکوي ښځي ډیرکله دموټر په شا اونارینه په مخ سیت کي کښیني خو داځل متین اومارینا دواړه د موټر د شا په چوکۍ کي کښېناستل.
دټکسي چلونکي خو وار له واره ددې خبري سپیناوي ته مخ د شا چوکۍ ته کړ او ویې پوښتل چیرته ځئ ؟
متین لکه دموټروان خبره چي یې نه وي اوریدلې ځان غلی ونیوخو ماریناته یې بگاو بگاو وکتل
ورته ووایه
ډریوربیا ژغ ورباندی وکړ وروره چیرته ځې تاسي ته وایم
متین وارله واره ورږغ کړل
بازار ته ځو، يوڅه سودا اخلو
مسافریاست له کومه راغلی یاست او مارینا ته یې اشاره وکړه دا دي میرمن ده ؟
متین تري تري ماریناته وکتل خو ښايي ترټولو سم ځواب به همدا و، هو دامي میرمن ده له کابله راغلي یوو اوس یوه څه سودا اخلو اوبیرته ځو دوی دواړو يوه بل ته په سترګو کي وموسيدل .
موټروان وويل : زه به مو ورسوم هم به سودا درباندي وکړم او هم به موکورته ورسوم خولاره ډیره اوږده ده
متین اومارینا لا نه پوهیدل چي څنګه وکړي ولاړ شي که پاته شي که سودا واخلي اویابل څه ، خودموټروان په ارام ځواب سره وغوړيدل.
په لاره کي متین ماریناته مخه کړه او ورته ويې ویل راځه بیرته ولاړشو!
چیرته ولاړشو کابل ته ؟
هو نودلته خوبه هسي په بازار کي گرځو اودپاته کېدوسم ځای یا سم هوټل موټل هم نشته د په شاتگ یوازي همدا یوه لاره شته چي له خپلي ډلي سره یوځای شوخو بیا هم هغسي لکه تل دومره موقع نه شوپیداکولای چی یوبل ته د زړه خبره وکړو.
خوکه کابل ته ځو هلته به څه وایو ؟
لاره اوږده ده ، دوی هسی هم په الوتکه کي ځي، زه اوته به په موټرکي دمه دمه ولاړ شو او له خپله عمره به دوه ورځي دځان لپاره ژوند وکړو .
لاره ډېره خرابه ده که څه خبره وه بیا ؟
هیڅ خبره هم نشته چي زه درسره یم ته څه وېره لرې اوکه په ماباورنه لرې؟
نه هیځ کله هم نه ، هغسي خبره نه ده زه ترځان په تا ډېره باوري یم خو که په خیر ورسیږواو بله داچي نورخبریالان به څه وایي چی دوی څه شول ؟
یاره ته هم داسي خبري کوې ددوی یې څه کار ( ماوتوراضي چی کارداره قاضي ) موږ ازاد انسانان یو زړه مو چي چیري ځو دچایې څه کار .
نورلکه چي مارینا هم نه غوښتل چي خبره اوږده کړي په بازار گډشول دواړو هسي یو نیم شی واخیستل اوبیرته دکابل په لور رهي شول .
لاره اوږده وه په لاره کي یې شپه سوه او دواړه دسړک د غاړي یوې مساپرخانې ته ولاړل هلته یې یوه خونه ونيوه .
مسافرخانه هم داسي ځای نه وه چي هغه دچاخبره پښه دي پکښي وغوړیږي خود دوی سترگي يې پټي کړې د هوټلي له شاگرد سره ددوکانونو په سر خونوته وختل هري خوني یوه کړکۍ او یوه اوسپنیزه دروازه لرله لکه د محبس داسي وړې وړې خوني یې وې .
وریې ورخلاص کړ، دواړویوه بل ته وکتل دخوني په سرکي یوه کوَت کوَت نرۍ نالي، خیرن خیرن دوه بالښتونه او په غولي باندي یو پوزی ویړ و، مارینامتین ته وکتل اوبیایی په پسخندي ورته وویل
ښه ده بالشتونه خو دوه دي
هو، لکه چي زموږ له راتلوخبر وه
هریوه خپل لاسي بکسونه یوې خواته واچول اود مخ لاس کالو په پاکولو بوخت شول .
مارینا په کړکۍ کي دابو شین پلاستیکي جگ چي لکه د زرڼوکوزه داسي خیرن و د دوو گوتو په سرونو پورته کړ او ویې ویل
دې جهالت ته گوره دا څه مردارخوري ده !
کړکۍ يې پرانيسته يخ باد کوټې ته راننوت دې جګ ايسته غورځار کړ اوکړکۍ یې په درَز پوري کړه
مارینا پوړنی ایسته کړ او مخ لاس کالي یې ورباندي ومښل دتکوتورو پړقو پړقو سترګو په بڼو يې کښينستې دوړې بيا بيا وموښلې ترڅو پاکې شي .
متین ورنژدې شو لکه مرسته چې ورسره کوي سترګې يې پورته ورته ونيولې په ونه دنګه او په دوړو سپیره مارينا لکه چي ښه ورته ښکاره شوه دځان خواته يې راکش کړه .
مارینا لکه میلمنه چي له تندی مري خو چي دکورڅښتن دچای ست ورته کوي نه نه ،مکوه مکوه وویل خو شېبه وروسته د متین په غېږ کي وه
متین مخ دمارینا په وریښتانوکي پټ کړبیایې دهغې په غوږکي وویل یخ دی، نوره هم راوړاندي شه
داڅه کوې ؟!
پرېږده چي ښکل دي کړمه داسي تنهایي او د زړه شپه به بیا چیرته پیدا کوو؟
متين مارينا ته وويل ترګردې نړۍ راباندي ګرانه يې !
مارينا چې سره سره اوښتې وه دمخ تور رنگ یې لا پوخ شو او ورته وې ويل رښتيا تر ټولو ؟
هو په وجدان قسم !
مارينا وخندل او متين ته نوره هم ورنژدې شوه .
کله چي د هوتل شاگرد ور وټکاوه نو دواړه مجبوره وو چي بارشي ډریور دتگ احوال ورته راکړی و .
له هوټلي سره یې حساب خلاص کړ خو دوی لکه نور مسافر له دې شکایت نه درلود چي ترسهاره یخ کلک کړی وو ځای يې سم نه و يا يې څراغ ژر ورته مړ شوی و .
پړسېدلی غوټ هوتلي چي نصواري گوپیچه یې په تن اوسره رخچینه یې په سر وه متین ته وویل :
شوتان چطوربود خنک خو نه خوردین جای تان خو خراب نه بود؟ مه خوبچا ره گفتم که خدمت کنن .
متین ماریناته مخ کړ،ښایي په زړه کي به یې ویلي وي دجنت شپه وه جنتی شی .
خوهوټلی ته یې دهغه په خپله ژبه وویل
زنده باشین شومسافریست پروا نه داره هرچه بود گذشت.
بیا دواړه په هغه موټرکي سپاره او دکابل په اوږده مزل رهي شول اوس چې يې يوه بل ته کتل سترګې يې نه اړولې .
د ډریور او شا دچوکیوترمنځ یې پرده اچولې وه متین دمارینا په غېږ کي سرا یښی و مارینا یې خپلي نرۍ نرۍ گوتي په وریښتانوکي گرځولې راگرځولې خبري یې کولې اوکله کله به یې ساړه و اسویلل خدای پوهیدو چي په زړه کي به یې څه گرځېدل .چې موټر د خيرخانې په کوتل ورشېوه کيده متين وويل اوهو لکه په الوتکه کې چې راغلې يو.
هولکه چي راورسیدو
متين خپلي خړي سترګې وموښلې لکه نوى چې له خوبه راويښ شوى وي خود ټيلفون له زنګ سره يې سترګې ژرژر ورپولې
په شیبه کي یې رنگ تک سپین واوښت ښځه یې ناروغه وه روغتون ته یې باید رسولې وای او باید ورغلی وای .
مارینا ته یې مخه کړه او ورته ویې ویل گراني که نه خپه کیږې اول به زه کورته ولاړ شم زما میرمن سپوږمۍ ناروغه شوې بایدزېږنتون ته یې ورسوم .
ولي ته دهغې له ناروغه کېدو نه وې خبرچي دومره دي لاس پښې سره ورک کړل داخوعادي ناروغي ده .
پوه وم خو اوس یې وخت نه و، دلته دفتر ته حال راغلی چي زه له خپل گروپ څخه ورک شوی یم هغه وار له مخه ناجوړه شوې.
نواوس څه کوې خویوڅوک به وي چي روغتون ته به یې يوسي بیابه په کراره ورشې.
نه اوس ور ځم خدای په لوی بخت ورته راورسولم هغه زما په خوی ښه خبره ده ماندی ورته ویلی خودا پوهيږي چي له پردونارینه ووسره دهغې ناسته ولاړه بیا په داسي یوه حالت کي روغتون ته دهغې تگ اوبیا داخویوه بې پردې خبره ده په داسي حال کي له پردو سره له کوره وتل . . . اخر یوه ښځه په هرحالت کی ښځه اونارینه نارینه ده بیاخدای ددوی فرق کړي نوداباید پوه شي ځکه خو که له درده مړه هم شي له بل نارینه سره روغتون ته نه ځي زه باید ځان ورورسوم ... اوپه تراټ له موټره ښکته شو.
مارینا به څه ویلی وای ساړه یې واسویلل د موټر ترکړکۍ یې دمتین گامونو ته کتل چي ځنگه ژر ژریې منډي وهلې ترهغه چي ددې له سترگوپناه شو .
بیایې ډرایور ته دخپل کورپته ورکړه په لاره کي پټه خوله وه د متين خبري يې بيا بيا په غوږو کې انګازه کوله (په ديمو کراسي کې بايد له ښځو سره زياتى ونه شي دښځو په واړندی زیاتی تبعیض .... ) په همدې فکرونوکي وه چي
ډريور ورباندې غږ کړل همشېره خانه هميس ؟
",يوه شپه دموکراسي
2672,عبدالله احسان,"
٢٤ د غويي ١٣٨٤
د افغانستان د تياتر او سينما د پلار
خدای بخښلي استادجان محمد پکتا پلار لنډ ژوندليک
د افغانستان د تياتر پلار استاد جان محمد پکتا پلار په ١٢٩٥ لمريز هجري کال کي د کندهار ښار په باميزو کوڅۀ کي زېږېدلی و . په ١٣٠٠ لمريز کال په شالېمار ښوونځی کي شامل او په ١٣٠٥ کال ترې فارغ شو .
وروسته غازي امان الله خان ترکيې ته ولېږه چي هلته يې په تاريخ او فلسفې کي زده کړي وکړې ، نوموړی په ١٣٢٠ لمريز کال د ترکيې څخه هيواد ته راستون شو او په ١٣٢١ لمريز کال يې تياتر پيل کړ .
خدای بخښلي پلار صاحب په دغه پړاو کي زيات شمېر شاګردان وروزل چي د هغوی له جملې څخه يو هم ارواښاد ف فضلي و .
خدای بخښلي استاد پکتا پلار په ١٣٤٥ لمريز کال کي د خوشال نندارې رسمي امتياز تر لاسه کړ .
نوموړی ٣٥ کاله د افغانستان د معارف ښوونکی هم پاته شوی و .
په ١٣٥٠ کال کي له رسمي دندي تقاعد سو خو په ١٣٥٢ کال کي بيرته راډيو تلويزيون ته راغی چي ګڼ شمېر نندارې او فلمونه يې وپنځول .
د کونډي زوی فلم اتل ښاغلی ممنون مقصودي د ارواښاد پکتا پلار صاحب په اړه داسي وويل :
ارواښاد جان محمد پکتا پلار په ١٥ بېلابېلو افغاني فلمونو کي رول لوبولی دی ، چي په دې وروستيو کي ياني په کال ١٣٨٣ لمريز کال کي د افغانستان د اطلاعات او کلتور د وزارت له خوا نوموړي ته د تياتر داستادۍ رسمي لقب ورکړل شو .
د پلار صاحب يوه ځانګړنه داوه چي دوی چي کله په فلمونو کي رول لوباوه ، د رول لوبولو په وخت کي يې ډېره حوصله درلوده . تاسو پوهيږئ چي دلته په افغانستان کي ډايرکټران د فلم د د رول په وخت کي فوق العاده ډېر تمثيل کوي په لوبغاړو باندي ، نو دی هر ستېج ته اماده و ، هر ځل چي به د کمرې مخ ته درېده نو د يوه نوي احساس سره به درېده ، چي دا واقعاٌ زموږ لپاره سر مشق دی .
تنکۍ هڅي ، د بابا کلی ، سربند ، ارمان ، او وروستی فلم يې د کونډي زوی سريال د خدای بخښلي جان محمد پکتا پلار له مشهورو فلمونو څخه دي .
تر ميدان هوايي لاندي يو ځای دی چي هواشناسي نوميږي ، هلته يوه ډېره ککړه او ډېر نامساعده کوڅه ده چي هورې زموږ دغه دروند استاد او دغه زموږ د لاري مشعل په يوه کرايي کور کي په ډېري بې وزلۍ د ٧٩ کالو په عمر وفات شو .
زه له دې لحاظه ډېر متاثر سم او خدای شته چي دغه خاطره به دتل له پاره زما سره وي .
يادونه :
پورتنی ژوند ليک د بي بي سي راډيو څخه ليکل شوی دی ، کوم ليکوال او د تياتر او سينما کارکوونکي که د خدای بخښلي استاد جان محمد پکتا پلار صاحب د ژوند په اړه مالومات او يا عکسونه لري هيله ترې کوو چي دا ځای کښېکاږئ او موږ ترې خبر کړئ . تر څو د وياړلي ژوند په زرينو کارنامو يې د بېنوا ويبپاڼي د ګل مخونو برخه لا ښکلې کړو .
",استاد جان محمد پکتا پلار
2673,خالد هادي حيدري,"
ف. فضلي د هېواد تكړه ممثل
د افغاني تياتر ځلانده ستوری فضل محمد فضلي چي په ف . فضلي مشهوره وو د کندهار په لومړی ناحيه کي له نن څخه وړاندي څه د پاسه ٨٤ کاله مخکي د ارواښاد عبدالصمد خان په روحاني کورنۍ کي سترګي پرانيستلي وې .
هغه د کندهار د لوی احمدشاه بابا په ليسه کي تر دولسمه پوري زده کړه کړې وه او د ځينو کورنيو ستونزو له کبله ئې لوړي زده کړي ونشوای کړای
ارواښاد فضلي په لسم ټولګۍ کښي و چي د تياتر دنيا ته ئې مخه کړه او خپل لومړنی تياتر چي دسمال نوميده په ١٣٢٧ لمريز کال کي نندارچانو ته واړندي کړ چي د ليدونکو په تود هرکلي ئې هغه نور هم د تياتر او فنکاری دنيا ته تشويق کړ
کله چي په کندهار کي د وخت د ځينو خودغرضو کسانو لخوا د تياتر سره د مخالفت ږغونه اوچت شوه نو د هغه د تمثل کړي هم محدوده شوه ، ترڅو استاد فضلي خپلي ميني او ذوق دې ته اړ کړ چي کندهار پريږدي او کابل ته لاړ شي ، هغه په ١٣٣٨ لمريز کال کي په کابل راډيو کي د ډرام او ډيالوګ په مديريت کي کار پيل کړ کله چي په ١٣٤٢ لمريز کال کي د پوهني نندارې په چوکاټ کي پښتو تياتر ته هم ځای ورکړه شو نو هغه په خپل هنر کي نور هم وځليد او د قهرمان پر ننداره چي د خلګو له خوا ډيره وستايل شوه د وخت د صدراعظم د يو لک افغانيو جايزه وګټله ، هغه پر دې سر بېره په خپل هنر کي د صلح همبستګي او نور مډالونه هم ترلاسه کړي وه او پر خپل هنري فنکاری برسيره ئې په خپل هنر کي په زيات شمير شاګردان روزلي دي .
فضلي په مشهور ډرامو لکه لوی احمد شاه بابا ، د ډبري زړه ، دشيطان مرګ ، شهيد جادوګر ، اشتباه ، د ميوند په ياد او ډيرو نورو ډرامو کي کار کړې وو او افغانانو د يو نامتو ممثل او فنکار په حيث پېژانده اود هغه د هنري ډيالوګونو څخه به ئې ځانګړی خوند اخسته
هغه په خپل هنر كې برلاسى او د ځانګړي سبك خاوند و، كله چې په هېواد كې تنظيمي جګړې پيل شوې او افغانان يې د اور پر تبۍ كښېنول دى هم د نورو افغانانو په شان اړ شو چې پېښور ته هجرت وكړي، هورې يې د بي بي سي د نوي كور نوي ژوند ډرامه كې د جبار خان رول پر غاړه واخيست چې تر دې دمه يې په همدې رول كې كار كاوه .
د خدای بخښلي استاد فضلي ژوند ليک تر کار لاندي دی .
", استاد ف . فضلي
2674,احمدشا هوتکي - کاناډا,"
٢٤ د غويي ١٣٨٤
په کاناډا کې د افغان رسالې د خپرونې پيغام
په هالنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې درنو غړو ته سلامونه او نیکی هیلې!
دا چې تاسې تکل کړی چې د خدای بخښولو استاد« پلار » او استاد « فضلي » د فعاليت او خدمت ستاینه د يوې غونډې په جوړولو سره کوئ نو دا پخپله افغانی کلتور او هنر ته ستاسې عملي خدمت ثابتوی.
استاد پلار په ښوونيز ، روزنیز او هنریز اړخ کې افغاني ټولنې ته د خدمت اوږده سابقه لری چې پر هر چا معلومه ده .
استاد جان محمد « پلار » د افغاني ټولنې راويښوولو او ټولینزو ناخوالو او بدمرغيو ته د ځوان قشر د متوجې کولو په لار کې بنسټیز او پوخ رول لوبولې او په دې بهیر کې يې څه ناڅه درې لسیزې نه سترې کیدونکې هلې ځلې کړی دی .
زيات افغاني ممثلین، هنرمندان او لوبغاړې د هغه په شاګردۍ باندې ویاړې .
په همدې ډول استاد فضل محمد « فضلي » هم د هېواد د نومیالیو او منلو ممثلینو سروال پيژندل سوې چې څه باندې څلور لسیزې يې د افغاني ټولنې بیلا بیلې نیمګړتیاوې او نواقص د خپل جادوئي تمثیل له لارې په ګوته کړې او په دې لار کې یې له وياړه ډکه مبارزه کړې ده چې هغه يو بشپړ ملي او بين المللي رسميت اخېستي دي .
د دې دوو منلو او وتلو هنري څیړو ضایعه اصلاْ د افغانستان د هنري تاريخ يوه ضايعه ده چې ځاي به يې تل تش وي .
افغان رساله ستاسې د دې نیک اقدام ستاینه کوی چې د یوې غونډې په رابللو سره د استاد « پلار »او استاد « فضلي » د عملي خدمت يادوونه کوي .
موږ د يو سپيڅلې افغاني احساس له مخې د لوي خداي (ج) له درباره د هغوي کورنيو، مینه والو او ستاسو ټولنې ته د تسليت او شراکت لاس درکوو او په دې لار کې د لوي خداي ( ج) له درباره نور بریالیتوبونه درته غواړو.
په درنښت
احمدشاه هوتکي
د افغان رسالې مشر
کاناډا
",د استاد « پلار» او استاد «فضلی» د يادونې غونډې ته
2675,,"
٢٤ د غويی ١٣٨٤
(بي بي سي ): د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره يو شمېر کانديدانو په ننګرهار کې د نوم ليکنې د دفتر د بيا پرانيستل کيدو غوښتنه کړی ده.
دوي واي چې د نوم ليکنې ورځي لنډي دي ، نو بايد د پارلماني ټاکنو د دفتر د پرانيستلو لپاره چټک اقدام وشي.
د راتلونکو پارلماني ټاکنو دفتر درې ورځې وړاندې هغه مهال په جلال اباد کې وتړل شو چې د دغه ښار اوسيدونکو په ګونتانامو زندان کې د امريکايې ځواکونو له خوا قرآن شريف ته دادعا شوی سپکاوی له امله مظاهرې وکړي او هغه مظاهرې په سخت تاو تريخوالی بدلې شوي.
د يادونې وړ ده چې د مظاهرو له امله د ښوونځيو او پوهنځيو دروازې چې د ناڅرګند مهال لپاره تړل شوي وي ، د شنبې د ورځې نه د ننګرهار د چارواکو له خوا د زده کونکو پر مخ بيرته پرانيستل شوي دي.
",د نوم ليکنې د دفتر د بيا پرانيستلو غوښتنه
2676,,"
٢٤ د غويی ١٣٨٤
(بي بي سي ): افغان ولسمشرحامد کرزي وايي چې که د امريکايې پوځيانو له خوا په ګونتانامو کې قرآن ته د سپکاوی ادعاوي رښتيا وختلې نو متحده ايالاتونه بايد د دغه سپکاوی عاملينو ته سزا ورکړی.
ښاغلي کرزې چې اروپا ته له خپل سفره وروسته نن په کابل کې خبريالانو ته ږغيده دغه راز وويل چې له متحده ايالاتونو يې غوښته کړی چې ټول هغه افغان بنديان چې په افغانستان کې دننه او بهر د امريکايې پوځيانو په توقيف کې دي په کار ده چې افغان حکومت ته ور وسپاري.
",حامد کرزې :که په رښتيا د قرآن سپکاوی شوی وي نو عاملين يې بايد جزا وويني
2677,,"
د افغان شاعر او ليکوال محمد صديق پسرلي د ژوند او کار لپاره ځانګړې وېبپاڼه جوړه شوه .
په دې وېبپاڼه کې د ښاغلي پسرلي په خپل لاس ليکلی ژوند ليک شته او د دوی په باب هر اړخيز معلومات پکې موندلی شئ .
،په پسرلی ډاټ کام کې د ښاغلي پسرلي ډير شعرونه او ځينې کتابونه په بشپړه توګه ځای شوي دي
www.pasarlay.com
",پسرلی ويبپاڼه جوړه شوه
2678,,"
٢٤ غويی ١٣٨٤
په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په نوښت د افغانستان د تياتر او سېنما د دوو ځلانده ستورو ( ارواښاد استاد جان محمد پکتا پلار او ارواښاد استاد ف . فضلي ) يادغونډه نن دغويي دمياشتي پر ٢٤مه نېټه د اوتريخت په ښار کي جوړه شوه .
په نوموړې غونډه کي چي په لسګونوهنرمندانو ، ليکوالو او د افغانستان د تياتر او سېنما پخوانيو کاروکوونکو برسېره د بلجيم او هالنډ څخه راغليو فرهنګپالو او فرهنګيانو برخه اخستې وه ، د ارواښاد استاد جان محمد پکتا پلار او ارواښاد استاد ف فضلي صاحب د ژوند او هنري خدمتونو په اړه خبري وشوې .
د غونډي د جزياتو راپور به وروسته په بېنوا ويبپاڼه کښي د انځورونو سره يوځای خپور شي .
",په هالنډ کي د تياتر او سېنما د دوو ځلانده ستورو يادغونډه
2679,,"
د هوسۍ مجلې پرله پسې لسمه ګڼه چاپ شوه
د هوسۍ مجلې پرله پسې لسمه (د دويم كال څلورمه ګڼه) په ۱۲۰ مخونو كې له چاپه راووته، چې ۵۰ سرليكه مطالب په كې راغلي دي. لكه څنګه چې دې مجلې په خپله تېره ګڼه كې يادونه كړې وه چې په يوازې سر د چا له مرستې پرته نه شي كولاى چې نورې ګڼې خپرې كړي، له دې كبله له دې نوې ګڼې سره يې ګڼو كلتورپالو او ليكوالانواقتصادي مرسته كړې ده. چې ليسټ يې په دې ډول دى:
هوسۍ مجله اړ ده چې د خپل چاپ، وېش او نورو کارونو لګښت په خپله برابر کړي. په دې برخه كې يې پر ملي كلتور مينو شازلميو هر وخت همکارۍ ته رادانګلي او د دې خپرونې لاسنيوى يې کړى دى.
موږ په خپله تېره ګڼه کې ليکلي وو، چې د هوسۍ نهمه ګڼه په پور چاپوو، دا په داسې حال کې چې اتمه ګڼه مو هم په پور چاپ کړې وه. موږ د ګڼو ستونزو له مخې پرېکړه کړې وه چې نور به هوسۍ نه خپروو، خو زياتو دوستانو ژمنه وکړه چې له هوسۍ سره هر ډول مادي مرستې ته تيار دي. موږ هم د دوى د همدې پخې ژمنې له مخې د هوسۍ لسمه ګڼه هم چاپ ته تياره کړه او هيله ده چې وکړاى شو نورې ګڼې هم پر وخت خپرې کړو.
ښاغلو: محمد بختيار علمي، حاجي عبدالقدير عابد، کامران، رحمت الله قريشي، نوميالي ارين، انجنير غازي خان، انجنير نقيب الله نديم، ډاکټر زرين خان (چې په تېره ګڼه کې يې نوم سهواً ظريف خان ليکل شوى و) حاجي احمدشاه خان او غوث الدين فروتن په ګډه د هوسۍ دې ګڼې ته د ٣٠٠٠ کلدارو مرسته وکړه.
عبدالله احسان په هالېنډ کې د هوسۍ لپاره ځينې ګډونوال راپيدا کړل او د هغوى ګډونونډه يې راولېږله. چې اداره يې په ډېرو مني، بريالى يې غواړي.نومونه يې په دې ډول دي: احمدالله شېري، نجيب احمدزى، هوتك باوري، ممتاز ارمان، عاشق الله غريب، رفېع الله قاضيخېل، عبدالكريم حقانيار او ښاغلي مېلمه، له دوى څخه مننه، چې د هوسۍ له ګډون سره- سره يې هره ګڼه په مينه لوستلې ده.
ډاکټر محمد الله احمدزي ٢٠٠٠ کلدارې تر هوسۍ قربان کړې، چې دې قربانۍ يې هوسۍ ته نوى ژوند وروباښه.
دغه راز حميد ناصري وردګ له دې ګڼې سره د ۵۰ امريكايي ډالرو مرسته وكړه چې هوسۍ اداره يې د زړه له كومې مننه كوي.
ظاهر خوستي، چې ډېر نېستمن ځوان دى، د هوسۍ ادارې ته ١٠٠٠ کلدارې د بسپنې په توګه ورکړې، دا په داسې حال کې چې نوموړي د اقتصادي ستونزو له کبله تېر کال پوهنتون پرېښود، خو اوس چې له بل چا سره مزدوري کوي، هوسۍ يې هېره نه کړه.
دا دى دا ګڼه د همدغو دوستانو په همكارۍ او مادي مرستې چاپوو، هيله ده په راروان وخت كې وكړاى شو د نورو دوستانو په مرسته نورې ګڼې خپرې كړو. يوځل بيا ټولو ته كورودانى وايو.
په افغانستان كې دننه او بهر د هوسۍ استازي په دې ډول دي:
ځاى استازى فون
كابل عزت الله پېژاند ٠٧٠٠٦٣٦٥٥
وردګ سيد حبيب وقار ٠٧٠١٨٦١٤٦
غزنى شېر احمد حيدر ٠٧٠١٦٧٩٤٦
كندهار سيد احمد قانع ٠٧٠٣٠٣٢٥١
مزار شريف فريدون الهام ٠٧٠٥٠٨٠٩٣
جلال اباد مير عالم ستانكزى ۰۷۰۲۴۰۸۹۲
زابل سعد الله سعيد ٠٧٠٣٢٠١٢٩
هلمند بريالى هلمند ٠٧٠٣٢٧٦٥٨
هرات عبدالله شاه متقي ٠٧٩٠١٨٣٣٥
خوست نقيب الله متونوال ٠٧٩١١٠٢١٤
لوګر بريال ناياب 070050324
كوټه بشيراحمدنادم ٠٣٣٣٧٨٠٩٧٦٣
ټل محمد حنيف حيران
پېښور مجيب الرحمن انګار ٠٣٠٠٥٨٦٠٤١٢
هالېنډ عبدالله احسان ٠٠٣١٢٣٥٤٠٢١٢٩
امريكا خالد هادي ٠٠١5185428482
سويډن قدرت الله حليم
روسيه يار محمد شېرولي
او په دغو ځايونو كې ترلاسه كېدى شي:
كابل: علامه حبيبي كتابپلورنځى، صدارت څلورلارې، ګرځنده فون:070289577
او:
بيهقي کتابپلورنځى، پلازا هوټل ته مخامخ، کابل.
كندهار: افغان قرطاسيه او كتابپلورنځى، ګرځنده: 070303251
او:
كابل كتابپلورنځى، ارګ بازار، كندهار.
ننګرهار: عبدالمجيد مومند كتابپلورنځى، مخابراتو څلورلارې،د خالدمېلمستون تر څنګ، جلال اباد. ګرځنده فون:070626161
خوست: اريانا كتابپلورنځى، ښاروالۍ ماركېټ، خوست.
پېښور: دانش كتابپلورنځى، قصه خوانۍ بازار، فون: 0092912564513
او
سرحد كتابپلورنځى، خيبر بازار، پېښور.
كوټه: صحاف كتابپلورنځى،كاسي واټ (روډ)، فون: 009281664236 كوټه
کچلاغ: ګلوبل سټېشنري، يوسف خان مارکېټ.
چمن: حقاني كتابپلورنځى، چمن.
دغه راز د هوسۍ هره ګڼه د كليد د وېش له غرفو (نى) شبكې څخه هم ترلاسه كړئ.",د هوسۍ مجلې پرله پسې لسمه ګڼه چاپ شوه
2680,,"
د نوميالي ژورنالېست، ليكوال، څېړونكي او فرهنګي خدمتګار استاد عبدالجليل وجدي فاتحه د دوشنبې په ورځ د غرمې له دوو بجو څخه تر څلورو بجو پورې د ارواښاد د كورنۍ، ګوربت او كابل مېشتو فرهنګيانو او فرهنګپالو له خواپه وزير محمد اكبر خان مېنه كې په وزير اكبر خان جامع جومات كې اخېستل كېږي.
د ارواښاد استاد فاتحه به له د هېواده لرې د يكشنبې پر ورځ د مې پر 22مه د Flushing New York ښار په سيد جمال الدين جومات كې په ځايي وخت د غرمې له دوو څخه تر څلورو بجو پورې د خداى بښلي د كورنۍ او د وردګ ټولنې له خوا اخيستل كېږي.
اروښاد استاد وجدي صاحب هېواد او فرهنګ ته نه هېرېدونكي خدمتونه كړي چې په لړ كې يې د ژوند لوړې ژورې ګاللي دي.
استاد د سه شنبې په ورځ په خپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شو، چې د فرهنګيانو او فرهنګپالو په استازيتوب په كې يو شمېر يې د جنازې په مراسمو كې برخه واخيسته.
فرهنګيان، فرهنګپال او د استاد مينه وال كړاى شي چې د استاد د فاتحې په مراسمو كې د دوشنبې په ورځ د مې پر ۱۶ مه نېټه له يونيمې څخه تر درې نيمو بجو پورې برخه واخلي. ",د استاد وجدي فاتحه
2681,ډاکتر اکبر وردګ - فرانسه,"
٢٥ – غويی – ١٣٨٤ ډاکتر اکبر وردګ - فرانسه
دا دهغه خورا ګټور اٍثر نوم دی چې ډاکتر عبدالحميد بهيج ژباړلی او دانش خپرندويې ټولنې خپور کړی دی.
په دې کتاب کې هڅه شوې چې لوستونکي له هغو اصطلاحګانو سره اشنا او روږدي کړی شي چې نن سبا ( له يوه دوو هېوادونو څخه پرته) په ټوله نړۍ کې د طب په برخه کې پکارولې کېږي.
د کتاب په لومړۍ برخه کې د کلمو په جوړښت کې د مختاړيو او وروستاړيو په پکارونه خبرې شوې او بيا وروسته ګڼ شمېر اصطلاحګانې د کچې، وخت، ځای ځګي، فزيکي او کيمياوي عواملو، بېلو، بېلو نسجونو، د ناروغيو د را څرګندېدو او د هغو د نښو نښانو،درملنو،طبي آلو او د بدن د جهازونو له مخې په بېلو، بېلو څپرکيو کې راغلې دي. په دريمه برخه کې يې په نړيواله کچه منلې شوې طبي اصطلاحګانې او دهغوی هغه انډولونه چې لا تر اوسه د افغانستان په طبي ادبياتو کې پکارول کېږي د يوه سيندګوټي په څېر راوړي او په پای کې يې هغه مخففونه چې په طب کې کار ترېنه اخستل کېږي ليکلي دي.
ما هم له څه مودې راهيسې دې کتاب ته ورته، د طب د اصطلاحګانو د اشتقاقي قاموس په ليکلو کار کاوه،چې د بېنوا وېب پاڼې د ”روانو علمي څېړنو“ په برخه کې يې خبر هم خپور شوی و. اوس مې چې د ډاکتر بهيج کتاب ولوست، را ته جوته شوه چې نور زما کتاب ته دېره اړتيا نه شته او سمدلاسه مې خپل کار وداروه.
د ډاکتر بهيج د طبي ترمينولوژي کتاب د افغانستان د طب د محصلينو د پاره د درسونو د ښه زده کولو په اړه يو ډېر اغيزمن کتاب دی خو له دې سربېره د ټولو هغو افغاني ډاکترانو د پاره به هم بې ګټې نه وي چې په پښتو ژبه د طبي موضوعاتو څېړل او تعليم ور ته مطرح وي.
زه خپل ځوان همکار ته د ده د دې مخکښ کار له لا مېله مبارکي وايم. په مغزو او لاسونو دې يې برکت وي او که ويې غواړي، هغه څه مې چې تر اوسه ليکلي وو په ډېره مينه به يې ور ته تقديم کړم؛ چې که چېرې يې خپل کتاب دوهم ځل چاپاوه ګته ترې اوچته کړي.
",طبي ترمينولوژي
2682,الحاج مولوي عبدالحق منصور,"
٢٥ غويی ١٣٨٤ ( الحاج مولوي نور الحق )
په اسلام کي دښځوحقوق
دوهمه برخه :
دجاهلیت دزمانی ټولوملتونوته ښځه دکورنی استعمال دیوی آلی په څیر ښکاریده دڅارویوپشان به خرڅول کیده دخپل واده ښادۍ کولوهیڅ اختیاریی نه درلوده واکمنو به یی چی چاته وسپارله ښځی دانکار حق نه درلوده میراث کی یی برخه نه وه بلکه دنو شیانو په څیر به دوۍ هم نارینووته په میراث کی پاتی کیدی ددوۍ په تصرف (واک)کی به هیڅ هم نه وو که ووبه هم دنارینه داجازی برته یی پکی تصرف نشوکولای څښتن ته یی اختیاروو دښځی مال چی څه ډول اوپه کوم ځای کی یی غوښته مصرفولای شو ترد ی چی په ځینی مغربی ممالکو کی لاانسانه هم نه شمیرل کیده تردی چی دعبادت حق یی هم تری اخستی وو دروما په ځینو مجلسونوکی دافیصله شوی وه چی ښځه یوپلیت ځناور دی پلار ته یی داحق حاصل وو چی خپله لور ژوندۍ په ګورکی خښه کړی اودابه یی دعزت اونیک بختۍ علامه ګڼله .
ځینی خلکو بیاپدی عقیده وو چی دښځی په قاتل نه قصاص شته اونه دیت .بعضی قومونوکی به لاښځه دمړڅښتن سره ژوندۍ ښځول کیده .
دنبی کریم ﷺ دولادت مبارک نه پس او دنبوت نه وړاندی په ۵۸۱میلادی کی فرانسی دډیرواختلافاتو نه پس داقراداد منظورکړ چی ښځه انسانه ده مګر دسړی دخدمت لپاره اودایی په ښځویولوۍ احسان ګاڼه .
(معارف القرآن )
نجونی ژوندۍ خښولی :
اسلام څخه دمخه عربودلور پیدایښت ځان لپاره شرم ګاڼه الله ﷻ دهغوۍ حالت داسی بیانوی
وَاِذَابُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالاُنْثی ظَلّ وَجْهُهُ مُسْوَدّاوّهُوَ کَظِیْمٌ (۵۸)یَتَوَاری مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سوءٍمَابُشّرَبِه اَیُمْسِکُهُ عَلی هُوْنٍ اَمْ یَدُسّهُ فِی التّرَابِ ...
ژباړه : او هرکله چی خبر ورکړشی یوتن (ددغه کفارو)ته په(پیداکیدلو)دلورنووګرځی مخ دده تک تور له غمه اود ی ډګ وی له قهره (۵۸)پټ ګرځی له قومه له سببه دناخوښۍ دهغه شی څخه چی خبر ورکړی شوی دی ده ته هغه لور دسپکوالی سره وساتی اوکه په خاورو کی ومنډي ....
تفسیرمظهری کی دآیات اوموضوع په اړه لیکی : علامه بغو ی لیکی چی دعربو ځینی قبایلو دفقر اونیستۍ له ویری اویا پدی خیال چی دبل چاسره به یی نکاح وشی نجونی ژوندۍ خښولی اوکه به یی ژوندۍ پریښودی خراب اوبی کاره پوښاک به یی وراغوسته څاروی به یی پری څرول که دژوندۍ پریښوداراده به یی نه وه نو په شپږکلنۍ که به یی دماشومی مورته وویل پاکی جامی ورواغونده په ډول او سنګار یی برابره کړه بیابه یی ځنګل ته بوتله کنده به وکنسته اودابه یی پکی ژوندۍ خښه کړه .
دعربو یوه قومی سپین ګیری نبی کریم ﷺ ته دخپلی لور دژوندۍ خښولوقصه داسی بیانوي :
زه په سفر تللی وم لور می پیداشوی وه ښځی می دغه انجلۍ زما دویری ترور کره لیږلی وه زه چی دسفر نه راستون شوم راته یی ویل مړ ماشوم پیداشوی وو ډیروخت پس انجلۍ دمولیدو لپاره کورته راغلی وه اتفاقاً زه هم کورته راغلم ماشومه چی می ولیده ده ډیره خکلی وه ښځی څخه می پوښتنه وکړه چی داڅوک ده؟ ښځی می فکر کاوه چی زه به دوینی فطری ترکیب نه متأثر شوی یم ټوله واقعه یی راته بیان کړه دغه وخت زماهم حالت بدل شو دپالنی اجازه می ورکړه لیکن یوه ورځ جاهلانه غیرت راباندی غالب شودصبر اوزغم کاسه می ډکه شوه په یوه بهانه می ځنګل ته بوتله کندی کنستو باندی می پیل وکړ لور به می راپاڅیده اوزما دجامو څخه به یی ګردونه څنډل کنده چی تياره شوه لورمی پکی ورخکته کړه انجلۍ به دمینی نه په ډک اواز راته ویل پلار جانه داته څه کوی ؟ مادلته چاته پریږدی ؟ دهغی په اواز کی یو عجیب اثر وو خوپرما جهالت دومره غالب شوی وو چی هیڅ پروامی پری نه کوله خښه می کړه اوتری لاړم .
دقصی په اوریدو دمحمد عربی ﷺ سترکو مبارکو کی اوښکی راغلی اووی فرمایل :
مَنْ لایَرْحَمْ لایُرْ حَمْ
ژباړه : څوک چی رحم ونه کړی پده به رحم ونه شی
دغه شان واقعات ډیر زیات دسیرت اواحادیثوپه کتابونوکی راغلی . مسند دارمی کی لیکی :
یوصحابی دجاهلیت دزمانی قصه نبی کریم ﷺ ته کوله چی مامی لور پداسی حال کی خښه کړه چی پلار جان پلارجان یی راته ویل خو ماپری رحم ونه کړ دقصی په اوریدو دنبی کریم ﷺ سترګومبارکو څخه بی اختیاره اوښکی روانی شوی دومره یی وژړل چی ږیره مبارکه یی لمده شوه .
پخوانی چین دنوروټولنو په نسبت متمدن بلل کیده په قانون کی یی راغلی وو چی دنړۍ تر هرڅه بی ارزښته شی ښځه ده نو پدی اساس بایددذلت کارونه ښځی ته وسپارل شی .
په لرغونی ایتالیا کی ښځو یواځی دعادی خدمتګارو اووینځو حیثیت درلوده دنارینه په څیر ورته دکور په فرش دکیناستو اجازه نه وه .
په هندی ټولنه کی دمانو قانون پوهانودښځو دحقوقوپه اړه دقانون په ۱۲۷ماده کی داسی لیکلی :
ښځه هیڅکله نشی کولای دښوښی مطابق کوم کار تر سره کړی که څه هم داکار دکور پوری اړه ولري هندوان ددی قانون په اړه وایی کله چی مانو دښځو جنس پیداکړپدی یی یواځی دجنسی اړیکوساتل لازم کړل اوبس اودابه یی هم ویل چی ښځی سره بایدهمیش بد چلند وشی .
پرله پسې لړۍ
لومړۍ برخه - دوهمه برخه - دريمه برخه
",په اسلام کي د ښځو حقوق ( دوهمه برخه )
2683,,"
",
2684,( حبيب الله غمخور - سويډن ),"
١٣٨٤ د غويي ٢٦مه ( حبيب الله غمخور - سويډن )
افغانستان په نړۍ کي يوازنۍ هيواد دۍ چي اوسيدونکو يي تر بل هر مسلمان هيواد داسلام او مذهبي مقدساتو په خاطر زياتي قربانۍ ورکړې ،افغانان که څومره دخپل وطن سره مينه لري په هغه اندازه او يا کله کله تر هغه هم زيات داسلام سره مينه لري . هر چا چي دديني مقدساتو سپکاوی کړۍ هغه ته يې ځواب ويلي .
داسلام سره دافغانانود داشان بې ساري ميني څخه اکثريت وختونه دديې هيواددښمنانو پخپله غټه استفاده کړې او دافغان ولس پر پاکو مذهبي احساساتو يې سياسي تجارت کړی دۍ . زموږ دهيواد تاريخ داسي مثالونه ډير زيات له ځانه سره لري .دبيلگي په توگه کله چې انگريزانو ته دا جوته شول چې غازي امان الله خان له انگليسې استعمار نه دهيواد دژغورلو رښتيانۍ تکل کړی سره لدې چې وسله وال مقاومت يې وکړ خو تر ماتي وروسته يې دهيواد استقلال په رسميت وپيژاند او امان الله خان ته يې درياکاري نه ډک ددوستۍ لاس ور وغځاوه ،ولي ددې لپاره يوه لهظه هم ارام نه وه چي څنگه دا زړور او پر وطن مين پاچا له ملکه ورک کړي . کله چي امانالله خان بهرنيو هيوادو ته سفر وکړ او دافغانستان نړيوالې اړيکې له نورو هيوادو سره ټينگې شوې هغوي نور هم په غوسه شول،دا وخت انگريزان دخپلو ځيره خوارو او لاس پوڅو په وسيله دافغانانو له پاکو اسلامي احساساتو نه استفاده کوي پر وطن مين او مسلمان افغان پاچا امان الله خان ته دکافر خطاب په کولو سره ولس دده په مقابل کي راپاڅوی تر څو دا دولس او وطن واقعي خدمتگار وطن پريښودلو ته مجبوريږي . اما ډير ژر افغانان پدي پوه شول چي انگريزانو ددوي له اسلامي عقيدي او ملي احساساتو نه داسي گټه پورته کړه چي يو ېې له امانالله خان سره خپله دښمني دا ډول سرته ورسول چې پخپل ولس يې له وطنه ورک کړ او بل يې اودافغانستان سرنويشت دخپل نوکر پلاس ورکړ، داچي اوس تر اتيا کالو زيات افغانان افسوس کوي او خپل مشران ملامتوی کوم سود او گټه نلري .
زه کوښښ کوم پدغه تبصره کې لاندي سوالو ته ځواب پيداکړم :
لمړۍ : دلاريون انگيزه او اړېينه .
دوهم : دا لار يون وواو که بغاوت ؟
دريم : دځوانانو له قربانې اودهغو له پاکو احساساتو نه چاگټه پورته کړه؟
څلورم : دډله ايزو رسنيو نقش او رول .
پنځم : پايله
تيره هفته په امريکا کښي ديوي نشريې لخوا دسپي داسي يو عکس خپور شو چي په هغه کښي پاکستان ته سپکاوۍ شوۍ ؤ . دپاکستان حکومت دبهرنيو چارو دوزارت له لاري دداشان خپرونو او پاکستان ته دسپکاوي په هکله خپل سخت غبرگون اعلان کړاو قيصه گويا نور ختمه شول . هلته نه چاپدي خاطر چي ددوي وطن ته په سپکه سترگه کتل شوي دي مظاهره ونکړه او نه يې دامريکا بيرغ ته لکه څنگه چي هميشه دپاکستان مذهبي سياسي ډلي داکار کوي اور واچاوه . پدغو شپو او ورځو کښې په همدغه امريکا کې دNewsweek په مجله کښي يو خبر خپور شو چي دگوانتانامو په زندان کي بنديانو ته دروحي شکنجې دورکولو په خاطر داسلام دمقدس دين سپيڅلي کتاب قران عظيم الشان سره سپکاوی شوی .
دا خبر دنړۍ په مطبوعاتو کي خپور شو د ژورنالستانو سره په يوه مرکه کښي دافغانستان داسلامي جمهوريت دستري محکمي ښاغلي رئس مولوي فضل هادي شينواري لمړۍ غبرگون ښکاره کړ ،او ويي ويل چي ((داکار اسلام ته سپکاوۍ دی ما دامريکا سفير ته تليفون وکړ خو هغه امريکا ته تللي ،زه به کوښښ وکړم چي ددي مسلي سپيناوۍ وکړم که دا کار رښتياهم شوی وي موږ به دا په کلکه وغندو....))دازادي راډيو.
مولوي صاحب رښتياهم په اسلامي علومو کښي زيات معلومات لري ولي دسياسي ديپلو ماسۍ سره ممکن دومره بلد نه وي او گرم هم ندۍ ځکه شرعې علوم او ديپلوماسي يوڅه سره ليري دي .
مولوي صاحب بيله دينه چي دخپل دا شان اني او فوري غبرگون داخلي او بهرني تاثيرات په نظر کي ونيسي او يا دديپولوما تيکو کانالو له لاري لمړۍ دخبري سپيناوۍ وکړې او بيا دهمدغو کانالو له لاري دخپل ولس نظر او غبر گون که دا دده مسؤليت وي ښکاره کړي . هغه دموضوع په هکله خپل غبرگون په زياتو احساساتواو شکل څرگند کړ چي په هيواد کي ددپشان لوړ پوړي مقام څرگندوني ددښمن تبر ته نورهم لاستۍ ورکړ ،واېې (( ما پر اسمان غوښته خداي پر مځکه راکړه)) دهري هغي سياسي ډلي لپاره چي په هيواد کي پټ فعاليت کوي ، (دالقاعدي تروريستي سازمان او نورو بنسټپالو او ترورريستي ډلو ټپلو) لپاره دا موقع برابره شوه چي يو ځل بيا اوسني حاکميت ، امريکا او نړيوالو ته څرگنده کړي چي په ځوان نسل او افغانانو کي دوي څومره نفوذ لري او ددې لاري يې دهيواد په سياسي ډگر کي ځان ديو سياسي قوت په توگه منعکس او مطرح کړ. يو شميرتلاښ کوي ښکاره کړي چي دا خبر زموږ ځوانان پر احساساتو راوستل او په لاريون يې لاس پوري کړ ،زما له نظره دا شان نظر لويه اشتباه او تيرژ وتنه ده ،ځکه هيڅ وخت يوه مظاهره بيله دينه چي څوک يې سازماندهي کړي نشي جوړيداي ،مظاهره يو سياسي حرکت دۍ ، دسياسي حرکت شاته هرو مرو سياسي لورۍ ورکونکئ او سمباله ونکئ ځواک موجود وي ، همدا ځواک و چي دا لاريون يې دخپلو سياسي اهدافو لپاره جوړکړ او هغه يې پخپله خوښه دشخړي اوتاو تريخوالي تر سرحده ورساوه ، چي مرگ ژوبله هم پکښې رامنځته شوه. دغه ټکې ته هم بايد ښه ځير شو چي ددغه لاريونو جوړه ونکو دا کارديو سنجول شوي پلان له مخي پداسي وخت کي تر سره کړ کوم چې دملک جمهور ريس اروپا ته دهغوي دمالي او نظامي مرستو درا جلبولو په خاطر تللی ؤ .
ځيني سياسي او روڼ اندي کړۍ داسي فکر هم کوي چي پاکستاني چارواکو دامريکااو پاکستان تر منځ دنازکو سياسي حالاتو په نظر کي نيولو سره ونه غوښتل د خپل هيواد دسپکاوي په مقابل کي کوم جدي غبرگون دلاريو نونو او بيرغونو په سوځولوسره ښکاره کړي ، دا موقع يې غنيمت وشميرل او دخپلو هغو ټولو امکاناتواو ريزرفونو څخه چي متاسفانه په افغانستان کي تر اوسنۍ ادارې زيات اوږدلاس او غښتلي اړيکي لري استفاده وکړه ، لمړۍ يې دجلال آباد په ښار کي چي له هره پلوه زموږ دهيواد لپاره سياسي ارزښت لري دځوانانو له پاکو احساساتو دراپارولو نه په گټه اخيستو سره دخپلو پلانونو پلي کولو ته ملا وتړل . په هغه لمړۍ ورځ به هغو چي پلان يې درلود دا لاريون په بغاوت او شخړو بدل کړي دا کار کړۍواي اما ددوي لپاره لازمه وه خپل قوت وگوري چې څومره دۍ ، ځکه پدا سباه يې يو ځل بيا دپوهنتون او نورو تعليمي مؤ سسو محصلين چي غالبا دشپي لخوا به يې دهغوي دهڅوني لپاره سياسي او تبليغاتي کارکړۍوي د لاريون تر سره کولو ته وهڅول . دموقع نه په استفادې سره يې دخپلو گمارل شو په وسيله دمنظم او جوړ شوې پلان له مخي په يوه وخت تر شلو زياتو هغه ځايوته چي لا پخوا په گوته شوې وه اور واچاوه او هر څه يې وسېځل .
دوهم : داساسي قانون مطابق هر چاته دا حق ورکړه شوۍ چي دخپلو صنفي ، ټولنيزو او ملي غوښتنو دتر لاسه کولو لپاره مظاهرې او غونډي جوړي کړي . دا ضرور ده چي له دغه حق نه وړه او پر ځاي استفاده وشي . داځل ددي پر ځاي چي زموږ ځوانان لمړۍ دا سند تر لاسه کړې چې رښتياهم په گوانتانامو کي قرانکريم ته دا سپکاوۍ شوی دۍ او کنه ؟، دپردو په ځيره کانه لمسون دښار کوڅو او واټنو ته راووتل .
زموږ هغوځوانانو چي دوي به دهيواد راتلونکې سمبالوي دا تحليل او سوچ ونکړ چي ايا دا کار رښتياهم تر سره شوۍ ؟ دا نوره اسلامي نړۍ ولي خاموشه ده ؟ ايا هغه مسلمانان ندي ؟ په يقين چي هغوي هم مسلمانان دي او هم يې په اسلام او ديني مقدساتو خوابديږي ،دا زموږ همسايه هيوادونه چي چارواکي او مذهبي گوندونه يې ځانونه داسلام ټيکداران بولي دامريکا ضد په شعار ورکولو کي يې سارۍ نه ليدل کيږي او هميشه غواړي موږ ته اسلام را زده کړي ،دوي چي تل يې دهمدغو اسلامي اړيکو څخه په ناروا گټه اخيستني سره زموږ په کورنيو چارو کې دومره لاس وهني کړي چي يوه ورځ يي پر ارامه نه يو پر ايښې ، دا دوي وه چي ويل يې په افغانستان کي اسلام په خطر کې دۍ بايد جهاد وکړۍ ، او دجهاد دکليمي نه په ناوړه استفادي سره يې دا زما او ستا وطن کور ،کلي او ښار زموږ پلاسو دومره خراب کړ چي اوس يي که خوا بدي نشۍ دغلامۍ په قيمت هم نشو ابادولاي دوي ولي اوس چوپ دي؟ ،ايران عملا دامريکا ضد فعاليت کوي او دښمنې سره لري هغو ي ولي چوپه خوله پاته شول ؟ داسلامي هيوادو دنړيوال کنفرانس سازمان ،اسلامي او عربي هيوادونه چې ولس يې له امريکا نه ښه زړه هم نلري دا ټول چي دنفوسو شمير يې تر دو ميلياردو اوړي ، په امريکا کښي تر پنځو مليونو زيات اوسيدونکې مسلمانان دي ټول چوپ دی ، علت يې دادۍ چې هغوي (( لمړۍغوږ گوري او بيا په سپي پسي ځغلي)) ولي زموږ ځوانانواو عامو خلکو متاسفانه دا کار ونکړ او دپرديو دحوسونو قربانيان شول .
دهمدغو ځوانومحصيلانو دلاريون څخه په استفادې سره نورو ،هغو چي ددي کار لپاره گمارل شوې وه زموږ ملي شتني او هغه تعميرونه چي له پردو څخه دخيرات او سود په پيسوجوړ شوې وه داور په لوبو کي وسوځول .سوال دادۍ چي که خداي نخواسته قران شريف ته سپکاوی شوی وي هلته د يوجلد قرانکريم سره دا ناوړه چلند ممکن شوۍ وي چي تر اوسه لا دا هم ثابته نده ، ولي دلته دننگرهار داطلاعاتو او کلتور رياست په کتابخانه کي دکتابتون دمسؤل په قول تر دريو سوو زيات قران شريفونو او نورو کتابونو ته اور واچول شو، ددغه کار په مقابل کښي به څوک لاريون کوې ؟ او دکوم هيواد بيرغ ته به اور اچوي ؟ دستري محکمي ښاغلی ريس صاحب به يې څنگه محاکمه کوي ؟ ښاغلي صبغت الله مجددي صاحب چي دا ځل بيا چا ورته ويلي وه چي دجمعي په لمانځه کي دلاريون کونکو څخه ملاتړ اعلان کړه او ووايه چي لاريون ښه کاردۍ ولي پر رسمي دفترو دحملو طرفدار نه يو ،ولي ښاغلي مجددي صاحب دا ټکۍ له پامه باسي چي لاريو دڅو تنو غونډه په يوه کو[ه کي نده هلته هر څو ک گډون کولاي شي او که کوم څوک پلان ولري هغه زموږ دهيواد په سياسي شرايطو کي په اسانۍ تر سره کولاي شئ لکه چي وشو ،نه پوهيږو چي ولي هغي دا ځل ديو مسؤل او سپين ږيري شخص په توگه ځوانان دۀغه څه په ثاطر لاريونو ته هڅوي چي دهغه عمل دتر سره کولو سپيناوۍتر اوسه ندۍ شوۍ ؟
دنظر دخاوندانو دزيات شمير په اند دا لر يون نه بلکه دکورنيو او بهرنيو دښمنانو او بنسټپالو ډلو په لمسون يو بغاوت او پلان شوۍ افغان دښمنه حرکت و، اودلاريونو دسمبالونکو لخوا خپل ځواک په ښکاره کولو سره دافغان ولس ويره ونه وه . تاسو فکر وکړۍ په ننگرهار کي دولايت دمقام تعمير ،داطلاعاتو او کلتور رياست تعمير کتابخانه او کتابونه او په همدغه ځاي کي وړ مسجد ،ديونيما ،سويډن او نورو هيوادو دمرستي رسونې مؤسسې او په دغه ودانيو کي اسناد ونه ، نوري دولتي او شخصي ودانۍ ،په لسهاو موټران دا ټول داور په لمبو کي له منځه ولاړل، په سلهاو ميليونه ډالره چي دهغو پر جوړيدو مصرف شوې وه دسياسي حوسونو قرباني شول . دننگرهار دکتابتون مسؤل په مرکه کي وايې : په کتابخانه کي زيات کلکسيونونه او قيمتي کتابونه او قلمي نخسي پرتي وې خواوس هغه ټول سوځيدلې دي ،دننگرهار يو وړوکې مطبوعه او په هغه پورې مربوط ټوله شيان او سامان الات له منځه ولاړل .
ايادا پدي ارځيدل ؟؟؟
پردوداسي گټه واخيستل چې دجلال آباد په ښار کي دولتي او غيري دولتي ماڼيو ته اور واچول شو او ځينې دوکانونه چور شول ، پنځه نفره مړه او تر اويا (۷۰) نفرو زيات زخمي شول . د شرم خبر خو لا داد ده چې دنړۍ په مطبوعاتو کي دداشان خرابيو ، ورانيو سوځونو وسيله او سرته رسوونکې جنگسالار او ترهگر نه بلکه دپوهنتونو ،عالي مؤسسومحصيلان اوښوونځيو شاگردان اعلان شول .زه پدي عقيده يم چي بهرنيان به را باندي خاندي چې دا څه ډول خلک دي څه کوې او څه غواړې ؟
دغه ټکي ته بايد ډير ښه ځير شو او له ځانو سره فکر وکړو چي ولي دا لاريونونه يوازي په ننگرهار،کنړ ،لغمان ، کابل ،کندهار ،غزنې ،وردگو،تخار کښي تر سره شول ؟
دريم : داسي معلوميږي چي ددموکراسۍ او سولي دښمنانو د موقع نه په پوره استفادي سره دوخت او موضوع څخه په زيات مهارت گټه اخيستنې سره وکړاي شول زموږ دپاکو احساساتو څښتن ځوانان بيله دينه چي دخپلي کړني پايله وسنجوي دا شان تيروتني ته وهڅول . ؟ دا څوک دي چي ځوانان دا ډول لاريونو ته هڅوي ؟ دولتي ودانيو او يادهغو هيوادو دمرستي رسولو موسسو ته اور واچوي کوم چي له افغان ولس سره مرسته کوي ،که چيري ددغو هيوادو له مرستو ته ضرورت نليدل کيږي ؟ ښه خبره داده چي له ښاغلي کرزي او ملگرو ملتو له سازمان څخه غوښتنه وشي چې دافغانستان سره خپلي ټولي اړيکي پرې او مرستي بندي کړي . په هغه صورت کښي به يو ځل بيا هغه دطالبانو توره دوره اويا دجهادله نامه څخه په ناروا گټه اخيستونکو دقدرت پر سر کور په کور کوڅه په کوڅه جنگ حالت تکرار اوهيواد به دبدبختي په بهر کي لاهو شې . دبي دفاع افغان ولس هغه توري اوذلت ورځې ندي هيري شوې . دپاکستان او ايران کمپونه مخ پر خالي کيدو دي بايد يو ځل بيا په بيوزلو افغانانو ډک شي ؟! پدې بايد ټول ښه پوه اوسو که دا ځل نړيوالو له افغانستان او افغانانو څخه مخ واړاوه حالات به داسي له کنټروله ووزي چي د۱۹۹۲ کال په پاکستان کي دجوړشوي حکومت او تنظيمنو تر منځ دواک دتر لاسه کولو پر سر جگړي به په سترگو پوري رانجه کړو.
سياسي څيړونکې پدې باور دي چي پدغو لار يونو کښي هدف داسلام دمقدساتو څخه دفاع نه بلکه هغو ډلو چي په اوسنيو شرايطو کښي ددوي لپاره لکه څنگه چي يې دوي غواړي دسياسي فعاليت شرايط مساعد ندي نو يې دپردو په ايشاره وغوښتل دداشان موقع نه په استفاده دځوانانو پر پاکو احساساتو سياسي تجارت وکړي، ځوانان يې دخپل سياسي تعصب او کينې دښکاره کولو قرباني کړل اوهمدا شان يې افغانان په ځانگړي توگه پښتانه يوځل بيا د نړيوالو په ذهنو کښي بد نام کړه .
جالبه او دسوال خبره داده چي له ننگرهاره تر تخاره په ټولو لاريونو کي نور سياسي شعارونه او وړانديزونه چي پدغه موضوع پورېي يې هيڅ تړاو نه درلودهم مطرح کيدل ، دمظاهرو دشروع نه داسي معلوميده چي هر څه لا پخوا سنجول شوې اوسمبال شوې دي ، په ټولو مظاهرو کي دنړيوالو مرستندويه سازمانو ،يونيما دفترونواو دامريکا بيرغ ته چې دوي له کومه کول ؟ اوراچول کيده ،دا عمل په لوي ښار اوليري پرتې کوچنۍ ولسوالي کي يو شان تر سره شو.
دامريکا بيرغ ته چي د امريکا د ولس ملي سمبول دۍ . ديو او يا دوو نفرو امريکا يانو په غلط حرکت سره ديو هيواد ملي سمبول ته په بده ستر کتل او هغه سوځول اخلاقي جواز نلري ټول امريکايان ددغه کار مسوليت پغاړه نلري ، کيداي شي د امريکاعادي خلک پدغه کار خفه شي او بل مثله عمل وکړي ،ياني هغوي هم دافغانستان بيرغ ته دښار په يوواټن کي اور واچوې پايله به يې څه وي ؟ هغه څوک چي غواړي افغانستان دا ځل دسليبي جگړواو يا دمذهبونو او اديانو تر منځ ددښمنۍپه ډگر بدل کړي تلاښ کوي دداشان امکاناتو نه په استفادې سره دافغانانو احساسات راوپاروي . موږ په خپل هيواد کښي پر ملي او ديني ارزښتنو باندي دتيرې پر ضد ددفاع مسوليت لرو ،دټولو شواهدو او معلوماتودڅيړني په اساس په دې ټينگ باورپيدا کيږي چې ددغه حرکت تر شا بياهم دبهرنيانو او دهغو دلاس پوڅو سياسي ډلو ټپلو او تروريستي سازمانو لاس لنډ نه و .
دافغان په کور کي بيا دغم کمبله وغوړيده په لاريون کې دوژل شوچي شمير یې ترشپاړسو نفرو زيات شو خپلوان او ټول افغانان يو ځل بيا دخپلو غوليدلو زلمو دوير پر ټغر کښينول شول .
څلورم : دمطبو عاتو دنده او رسالت خپلو لوستونکو ،ليدونکو او اوريدونکو ته پر خپل وخت دنوو خبرو نو او معلوماتونورسول دي .ولي دا خبر بايد دقيق او سوچه شوۍ وي ،رښتياوي ،پر مستندو دلايلو او شواهدو بناوي . افاهات او هغه خبر چي رښتيا نه وي دبشر په تاريخ کښي يې ډير جنجالونه جوړکړي دي .ددرواغجن خبر نشرول دمطبوعاتو دنده نده ، له بده مرغه کله کله دا کار چاپې مطبوعات ددي لپاره کوي چي دخرڅلاو زيات بازار پيدا کړي او يا د پردي شاته کوم چا فرمايش ورکړۍ وي . که چيري يو خبر چي تايد شوۍ نه وي او خپريدل يې په ټولنه کي جنجال راپيدا کړۍوي دا دمطبوعاتو او ژورنالست دنده ده چي ددغه خبر حقيقت وپلټي او خپلو علاقمندانو ته رښتنۍ خبر ورسوي . دنيوزويک دا خبر او دهغه په اړوند دلاريونوراپورونه دآزدۍ ، اشنا او بي بي سي راډيو گانو له لاري مسلسل او هر گړۍ نشريدل ،داوريدو نه يې داسي څرگنديدله لکه دا کار چي په رښتياهم تر سره شوۍ وې . ډيرو اوريدونکيو ته به دا سوال پيدا شوۍ وې چي ددغه خبر پر سر يوه مکمل ښار ته اور واچول شو، انسانان ووژل شوه، ضرورت څه دۍ چي هرگړۍ پدي اړه راپورونه په زيات ږوږ سره خپريږي ؟که دا ددغو هيوادو لخوا دمطبوعاتو دآزادۍ تمثيل وي ؟خو دا يو څه ځکه دمنلو وړ نده چي دا دري واړي راډيو گاني دولتي راډيو گاني دي او مربوطه دولت مطبوعاتي او سياسي پاليسي له نظره نشي غورځولاي،نو داسي فکر پيداکيده چي ممکن کوم بهرنۍ ارگان غواړي دافغان ولس مذهبې احساسات او يا دبنسټپالو دنفوذ کچه ځانته معلومه کړي ؟ چي پداشان آب وتاب راپورونه خپروې .
هر څه چي وه تير شول او بيا هم پر افغان ولس تير شول،هرمرو يي دافغان ولس نړيوال اعتبار ته زيات زيان ورساوه ،که څه هم ښاغلي کرزي دثور په يويشتمه نيټه په بروکسل کي خبر يالانو ته وويل : دا حرکت د امريکا پر خلاف نه بلکه دنيوزويک دخبر پر ضد دۍ او دا دديموکراسۍ ښه نښانه ده . د ده سره به ډير قانع نه وي ځکه ډير تحليل گران پدې باوردي چي دا ددموکراسۍ انعکاس نه بلکه زموږ په هيواد کي دپردو دنفوذ او لاس وهنوڅرگنده نښانه اوپه ددولتي ادارو کي کښي دمسلکي او مستحقو کسانو ده نشتوالي ، په دولت کښي دپخوانيو ټو پکسالارو ، تنظيمو نو ،بنسټپالو ،قومي ، ژبني او مذهبي متعصيبينو ،د تارياکو دلويو قاچاقبرانو دقوي نفوذ او غوښن صلاحيت نښانه ده . او په حکومت کي دحکومتونو بيلگه . دا ځکه چي ولسمشر يو څه دستري محکمي ريس بل څه او ښاغلي مجددي صاحب خواوس سپن ږيرۍ دۍ څه چي يې زړه غواړي او پر خوله ورشي هغه وايي . دمحصلينو دلار يون سره دخلکو همغاړيتوب ددي جوته بيلگه وه چې عادي او بي دفاع ولس دخپلو دغو چارواکو له ظلمونو او تيريو نه پوزي ته رسيدلۍ دۍ . خداي مکړه چي يو ځل بيا دافغان ولس دصبر کاسه ډکه شي، زموږ دښمن خو ورته تيار ناست دۍ چي گټه ځيني واخلي . پدي باورلرم چي ښاغلې کرزی به ددغه لاريونو پايلي او عيلتونه پوره او هر اړخيزه وسنجوې او لازمي نتيجي به ځيني تر لاسه کړيې . ځکه خپله ښاغلي کرزي په وار وار ويلې چي ښوونځۍ ، پوهنتونونه اونور تعلمي مؤسسات بايد له سياست څخه ليري وساتل شي ، که څه هم دا کار عملي نه ؤ ځکه دهمدغو باسيوادو او تحصيل کونکو له جملي نه به راتلونکې دولتي او سياسي رهبران او اتلان پيدا کيږي ،ورستيو پيښو داسي وښودل چي دغه تعليمي او تحصيلي مؤ سسات دمترقي او پر مخ تللي سياست پر ځاي دبنسټپالو او پردو دسياست او سياسي مانورونوپه جونگړه دبدليدو په حال کي بريښې .
زما مشوره دهيواد ځوان نسل ته ديو افغان په توگه داده چي ، غښتلۍ او پر وطن مين افغانان اوسۍ ، په پاک افغانې او اسلامې احساس او خواخوږۍ سره دوطن ابادۍ ته ملاوتړی . گرانو ځوانانو ستاسو لپاره دا کار هغه وخت شونۍ دې چي تاسو تحصيل وکړۍ ،پوهه تر لاسه کړی ،خپل دوست او دښمن دعلمي پوهي په رڼا کښي وپيژ نۍ . ستاسو ملي دنده دپوهي تر لاسه کول دي ،زموږ هيواد پوهانو، عالمانو او خواخوږو کدرو ته زښت زيات ضرورت لري . دا وطن په يوه نوم او بل نوم ، ديوې اوبلي عقيدې څخه ددفاع پخاطر پدغه کنډوالو بدل شوۍ دۍ چي اوس يي تاسو دسر په سترگو گورۍ . په يويشتمه پيړۍ کي داسي کنډواله هيواد دمځکي پر مخ نشۍ پيداکولاي ، هغه حالت او ناخوالي چي په دا پنځويشت کاله ستاسو مور،پلار ،خور ،ورور اودوستانو گاللي په ميليونو ټوکه کتابونه پر ي ليکل کيږي . دا وطن څوځله په اورکې سوۍ دۍ نور تاسو رحم ورباندي وکړۍ ،که تيرو دوطن او ولس سره جفا کړې او غلطۍ يې کړي تاسو ولي هغه تکراروۍ ؟ ښه به دا وې چې دخپل حق او غوښتنو څخه دکوتک اود هر څه ورانولواو سوځولو پر ځاي له منطقو او پوهي څخه کار واخلۍ . همدا اوس زموږ او ستاسو په هيواد کي دننه زياتي ناخوالي او ستونزي شته دبيلگې په توگه : په دولت کي د ټوپکسالارو ،قوماندانو ،بنسټپالو ، ددموکراسي او اجتماعي عدالت د مخالفينو څرگند نفوذ ،په دولتي ادارو کي فساد ،رشوت ،ددولتي واک نه په گټه اخيستلو سره دشخصي ملکيتونو غصب ، دښځو او ماشومانو سره ناروا چلند، دنشه يي توکو او هيروئنو توليد او قاچاق او داسي نوري په سلهاو ناخوالي او بد مرغۍ . ستاسو ځوانانو ملي او ايماني دنه ده چي ددغو ناخوالو دله منځه وړلو او په هيواد کښي ديوي واقعي دموکراسۍ دپلي کولواو متمدني مدني ټولني دجوړيدو لپاره شپه او ورځ دپوهي او علم په تر لاسه کولو سره مبارزه وکړۍ ، او خپل هيواد ددغه حالت نه چي دپرديو له پور او خيرات نه پرته هيڅ نشي کولاي وژغورۍ . دهغو پر ضد لاريون وکړۍ قلم او پوهه پکار واچوۍ کوم چې په هيواد کي سوله له خطر سره مخامخ کوې او غواړي دتل لپاره موږ پردي وساتي او دپرود له مينته ډک خيرات ته ستر گي په لار اوسو . له دولتي چارواکو نه دهغوي دملي دندود سرته رسولو او افغانان له دغه دفقر او بدبختۍ له حالت نه دخلاصولو غوښتنه وکړۍ . فرهنگي او علمي ټولني جوړي کړۍ ،اخبارونه او مجلي چاپ کړۍ ، مقالي او کتابونه وليکۍ . پدغو ولاياتو کي چې مظاهر ي شوي تاسو څومره آزادي خپروني لرۍ ؟ څه ډول راډيو يي او ټلويزيوني نشرات لرۍ ؟ ولي پدي هکله دچارواکو نه غوښتني نه کوۍ؟دننگرهار پوهنتون او دطب انستيتوت صنفونه ، ليليه،درسي لوازم ،ميز او چوکۍ ،لابراتوار ، تکړه او باسيواده استادان ، دځوانانو او محصيلينو لپاره دفراغت په وخت کي دسالم مصروفيت او تفريح لپاره ځايونه ، دسپورت لپاره سالونونه ميدانونه او اړونده لوازم ، ايا دا رښتيانه ده ؟ دلمر وليدو سره يو ځاي کله چي دننگرهارد پوهنتون او طب انستيتوت محصلين ليليو ته راځي داحاطي دنشته والي له امله په داليزو کي دنږدي پرتو کليو سپيان هم گرځي . دادي ستاسو غوښتني او هغه څه چي تاسو يي بايد له چارواکو و نه غواړۍ . نه دا چي ديو بي ثبوته خبر پر اساس بي ځايه مظاهري وکړۍ ، او بل شرم لادا چي خپل وطن ،خپل داوسيدوځاي او ښار ته اور واچوۍ . زه تاسو يوي بلي مظاهري ته نه رابولم ددي يادونې څخه مي هدف داو چي تاسو خپلو مسؤليتونو ته ځير شۍ . ولي تاسو نه غواړۍ چي ننگرهار ،لغمان ،تخار ،وردگ غزنۍاو نور ولايتونه ښکلي ښارونه ولري ؟ ښکلي پارکونه ولرې او نړيوال يې سيل ته راشي؟ زموږ دوطن هره لويشت تاريخ او دتاريخي اثارواو ابيداتواو افغان ولس دوياړنودنښو نښانو ځاي دۍ .دملي شتمنۍ ساتنه زموږاوستاسو ټولو وظيفه ده ،په هيواد کښې ديوه وړوکې شۍ سوځول او يا خرابول په هر نامه چي وې دخاوري او ولس سره ستره جفا ده . هر هغه چا چي تاسو داشان لاريون ته را هڅولي او رابللي ياست هغه دوژل شوو ځوانانو قاتلان او په هيواد کښي ددموکراسی او سوکالۍشعوري دښمنان دۍ .
زه پداسي حال کښي چي ددوي مرگ لويه ضايع بولم دخپلو گرانو شهيدو زلمو روح ته دعا ليږم او دلوي خداي له دربارنه دوي ته دبخښي هليه کوم او دکورنيو پاتي کسانو ته يي صبر غواړم .
دښاغلي کرزی صاحب نه دهيواد دولسمشر په توگه دافغان ولس جدي غوښتنه يو ځل بيا تکراروم چې دسياسي سياليو او سياست بازيو پر ځاي دهيواد عملي جوړونې ته يو څه توجه وکړۍ ، افغانان له ټولو جابرو ، خود غرضواو فرصت طلبو چارواکو له منگلو څخه خلاص کړۍ ، په همدي خاطر دا ستړۍ او مايوسه ولس څو مياشتي مخکښي درايو ورکولو ځاي ته ولاړۍ او تاسو ته يې رايه درکړه . همدا اوس ددولتي چارواکو د بي عدالتيو او خپل سريو په پايله کښې دافغان زوريدلي ولس چيغي او فريادونه تر اسمانه رسيدلي دي دننگر هار او نورو ټولو ولاياتو او ولسواليو په دغو او پخوانيو لاريونو کي دخلکو گډون دولس دصبر دکاسي دډکيدو روڼه بيلگه ده ،دا چي بيا چارواکي دغه حرکتو ته کوم رنگ ورکوي دا دهغو ی کار دۍ . دغو ټولو اجتماعي ناخوالو او ظلمونو ته دپاي دټکې ايښودل دولسمشر ملي او اسلامي دنده ده . که تاسو يوازي دوسلوالو قوماندانانو او پيژندل شوو ترورستانو دتسليميدو په پروسه کي ځان مصروف و ساتۍ اود قاطعيت پر ځاي دسازش لاره غوره کوۍ ، پدي باور ولرۍ چي دا راعيت ولس به دستونزو او مجبوريت پر اساس در څخه ياغي شوی وي .
",دجلال آباد له خونړې لاريون څخه دعبرت درسونه !
2685,ضيا ساحل - کندهار,"
ليکونکی : ضيا ساحل - کندهار
د ښاغلي واحدنظري صاحب په وياړ غونډه
او د هجرت فلم نندارې ته وړاندي کېدل
په کندهار ښار کښي د غوايي پر اتلسمه نېټه له غرمې څخه وروسته د هيواد د تکړه،هڅاند او پياوړي ډايرکټر ښاغلي واحد(نظري) صاحب په وياړ غونډه وشوه او هم ورسره په څنګ کي (هجرت) فلم چي د نظري صاحب د هنري تخليقونو څخه يو وو نندارې ته وړاندي شو.
نوموړې غونډه په خوشبخت صالون کي د (کندهار ننداره) په زيار د روشن موبايل کمپنۍ په مالي لګښت جوړه شوه چي ګڼ شمېر هنرمندانو،مشرانو،شاعرانو،ليکوالو او عامو وګړو پکښي ګډون درلود.
غونډه د مازديګر ٤:٣٠ بجو په شاوخاوا کي د الهي ډالۍ قران مجيد په څو سپېڅلو آيتونو پيل شوه چي ورپسې ښاغلي ډاکټرصاحب طارق (رشاد) د تياتر او ډرامې پر لرغونتيا،ارزښت او زموږ په ټولنه کي د تياتر و ډرامې پر حالت اود هنر د دې برخي د ودي او پرمختګ په اړه وږغېد.
ورپسې چي د کندهار والي گل اغا شېرزي هم چي د لنډو شېبو لپاره غونډي ته راغلى وو برخه والو ته وينا واورول، نوموړي پخپلي وينا کي د کندهار په لرغونو ارزښتونو، په خپلو ملي وياړونو،ملي مشرانو، ملي عظمتونو د وياړ يادونه وکړه، ښاغلى نظري صاحب يې هم د وخت د هنر دسرلارو و لوړو شخصيتونو په کتار کي وبلى او د هغه سره يې د هرډول مرستي ژمنه وکړه.
وروسته يو لړ ويناوي او پيغامونه د غونډي په اړه برخه والو ته واورول شول.
د پروګرام په نيمايي برخه کي د (کندهار ننداره) هنرمندو تکړه ممثلينو يوه ډرامه هم چي د وخت د حالاتو يو رښتينی انځور و، برخه والو ته وړاندي کړه، د ډرامې څخه وروسته د مازديګر د لمانڅه ادايني ته وخت ورکړل شو ورپسې يولړ ډالۍ د کلتوري ټولنو،مشرانو،روشن کمپنۍ له خوا ښاغلي واحد نظري صاحب،ډاکټرصاحب طارق رشاد او داسي نورو مشرانو ته وړاندي شوې،دا چي ډېرو وگړو د فلم نندارې ته ډېره تلوسه ښودله نو د ماښام لمانځه تر ادايني وروسته د پروجکټر تر امتحاني پړاو ورسته يو دم د لويي سپيني پردې پر مخ د ښاغلي نظري صاحب د يولړ هنري اثارو بېلگي راښکاره شوې چي د ځينو صحنو په ليدو به يې ډېرى نندارچيانو چکچکي او شپېلکى ورسره راغبرگاوه. تر لنډي مودې وروسته د پردې پرمخ د ښاغلي نظري صاحب د کوچنيوالي،ځوانۍ او بېلابېلو وختونو انځورونه راښکاره شول چي د دې لپاره هم نندارچيانو ښه د چکچکو و شپېلکانو يوه ننداره جوړه کړه او د فلم ليدو ته تلوسه نوره هم وار په وار ډېرېده تر څو د ماښام د اونيمو بجو پرا شاوخوا فلم پيل شو. د فلم نندارې بيا په هال کي د نندارچيانو پام ډېر راواړاوه ، او د يو نيم صحنو د ليدو سره به په هال کي د چکچکو و شور او زوږ يوه بېله صحنه جوړوله .
د نندارچيانو د دې تودو احساساتو او ښې بدرگې اغېز د ښاغلي نظري صاحب څېره نوره هم روښانه او جذابه کړ او پر شونډو يې يوه دوامداره مسکا خپره وه او خپل احساسات يې داسي څرگندول: زه نن ډېر خوښ يم، نه پوهېږم چي خپل احساسات په کومه ژبه درته څرگند کړم، حالاتو او شرايطو دومره نا هيلى کړى وم چي د دې شېبو تصور مي نشواي کولى.
زه له خپلو خلکو ډېر خوښ يم ځکه زه يې پخپلو ډېرو تودو احساساتو استقبال کړى يم.
د فلم نندارچيانو هم د فلم له ليدو څخه ډېر خوند اخستى ځکه د نوي څېرې يو فلم يې پخپله ژبه ننداره کاوه او په همدې ډول پروګرام ماخستن څه کم لسو بجو پای ته ورسېد.
بېنوا خپرنيزه څانګه په کندهار کي د ښاغلي ساحل د راپور راليږنې او ښاغلي خليل الله د عکسونورالېږلو څخه مننه کوي . ",په کندهار کي د ښاغلي واحد نظري په وياړ غونډه
2686,کوچۍ,"
٢٥ د غويی ١٣٨٤
خندا د انسان په بدن کې انرژي ډېروي او روغتيا ته ګټه رسوي. په نړۍ کې اوس داسې مرکزونه شته چې هلته پريشانه او خفه خلک خندا ته هڅول کيږي.
د دغه مرکزونو څخه يو په امريکا کې هم دی، د دې مرکز کارکونکي وايي : کله چې مونږ دهغو ناروغانوپه خندولو پيل وکړ چې د ځان وژنې نيت يې درلود ،نو دا کارراته ډير خندنې بريښيده او زمونږ پرې ډېر باور نه و. خو وروسته په دې پوه شو چې په خندولو سره د ډېرو خلکو ژوند وژغورل شو.
د امريکا د کليفورنيا دعامې روغتيا په يوه روزنيز مرکز کې ډاکټر ليبريک د څيړنو څخه وروسته وويل چې د خندا سره د انسان معافيتي سيسټم يا هغه توکي چې د انسان بدن ته د ناروغيو په وړاندې ډېرځواک بخښي ، پيا وړی کيږي.
ساينسي څيړنو ښودلي چې خندا د انسان په فزيکي روغتيا هم ښه اغيز لري. خندا نه وروسته د انسان د ويني فشار نورمال حالت ته راځي، له خندا سره په وينه کې اکسيجن ډېريږي او په دې توګه د انرژۍ اندازه هم اوجتيږي. د بدن عضلات اراميږي اوزړه او تنفسي سيسټم هم ډېر ښه کار کوي.
",خندادا نسان روغتيا ته ګټه رسوي
2687,مولوی عبدالحق منصور,"
سورة بقره څلورم لوستبسم الله الرحمن الرحیم
وَاِذَاقِیْلَ لَهُمْ آمِنُوْاکَمَاآمَنَ النّاسُ قَالُوْااَنُؤْمِنُ کَمَاآمَنَ السّفَهآءُ اَلآاِنّهُمْ هُمُ السّفَهَآءُ وَلکِنْ لاّ یَعْلَمُوْنَ(۱۳)وَاِذَالَقُوْالّذِیْنَ امَنُواقَالُوْاآمَنّاوَاِذَاخَلَوْ اِلی شَیطِیْنِهِمْ قَالُوْا اِنّامَعَکُمْ اِنّمَانَحْنُ مُسْتَهْزِءُوْنَ(۱۴)اللهُ یَسْتَهْزِءُ بِهِمْ وَیَمُدّهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ(۱۵)ژباړه : هرکله چی دی (منافقینو)ته وویل شی ایمان راوړۍ !لکه چی نورو(صحابه کرامو) ایمان راوړی دوۍ وایی ایامونږ دهغه بی عقلوپه څیر ایمان راوړوخبر دار همدوۍ بی عقله دی لیکن دوۍ نه پوهیږي (۱۳)هرکله چی دوۍ(منافقین)مؤمنانو سره مخامخ شی ورته وایی مونږهم ایمان راوړی اوکله چی خپلو مشرانوته ورشی ورته وایی مونږ تاسوسره یوهغوۍ (مؤمنانو)پوری ټوقی کونکی یو(۱۴)الله ﷻ به سزادټوقوورکړی دوۍته اومهلت ورکوي دوۍ ته په سرکشۍ ددوۍ کي حال داچی دوۍ حیران دي .لنډتفسیر: اول ایات کریمه کی دمنافق په وړاندی دایمان یو معیار کیښودل شو چی هغه دصحابه کرامو ایمان دی ځکه په هغه زمانه کی صحابه کرامو ایمان راوړی وو څرګنده شوه چی هغه ایمان معتبر دی چی دصحابه کرامو دایمان په څیروي په کومو شیونو په کومه اندازه دصحابه کرامو ایمانوو که هغه شان وی قبول اوکه هغه شان نه وی ندی قبول دصحابی ایمان یو محک(زرکاڼی) دی چی دټول امت مسلمه ایمانونه به پری اندازه کیږی . دهغه زمانی جاهلانو صحابه کرامو ته ناپوهه ویل همدغه طریقه دهری زمانی دناپوهانو ده څوک چی ورته دالله ﷻ اورسول ﷺ لار ښایی دوۍ یی ناپوه اوجاهل بولی قرآن څرکنده کړه چی همدغه کسان بی عقله اوناپوه دی چی دالله ﷻ په ښکاره نښانوایمان نه راوړي . دوهم ایات کی دمنافقینو دوه مخی پالیسی بیانوی چی مسلمانانو ته ځان مسلمان اوکافرو ته ځان کافر څرګندوی .مسلمانانو سره یواځی دوۍ پوری دمسخروکولولپاره مخ کیږی .دریم ایات کی الله ﷻ فرمایی چی دامنافقین فکر کوی چی مونږ مسلمانانو پوری مسخری کوو اوهغوۍ څخه موبی عقله جوړکړی حالانکه همدۍ خپله بی عقله دی الله ﷻ دوۍ ته په سرکشۍ کی وخت ددی لپاره ورکړی چی دامنافقین خپل ځان پوری دخندااسباب براوي . دلته خبره داستهزا(مسخرو)په جواب کی وه نو ځکه تری په مسخرو تعبیروشو.
(معارف القرآن) ",سورة بقره څلورم لوست
2688,,"
",
2689,,"
٢٥ د غويی ١٣٨٤
افغان حکومت د لومړي ځل لپاره په نشه يې توکو د روږدو افغانانو سروې کوي. د سروې ډلې به په زندانونو او روغتونونو کې د ثبت شوو معتادانو شمېرې وګوري او د هغو مصيبتونو څيړنه به وکړي چې د ايران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنيدو سره افغانستان ته راغلي دي.
چارواکي وايي دا سروې د نشه يې توکو او جنايتونو د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په مالي مرسته کيږي. دوي همدغه راز وايي چې سروې به په جوزا کې پاي ته ورسيږي خو نتيجې يې ښاي د وږی په مياشت کې اعلان شي.
",په نشه يې توکو د روږدو افغانانو سروې
2690,پوهنمل محمد معصوم هوتک,"
پوهنمل محمد معصوم هوتک - کاناډا
دعلامه رشاد( رح )
دوفات تاريخي قطعه
نن پــــــــــــرټــــــــــــول قلمستان دئ داستادغم
پـــــرقيتول و پـــــــــــرخيبروپــــــــــرشمشادغم
مجال نه راکاوه اوښـــــــــــکو، چي يې وکښم
ورځ وکال ، مياشت وساعت ددې نامرادغم
غمشريک راسره عقل ســـــــــــو ، وې ليکه !
په تاريخ کي ددې غـــــــــم ، چي دئ هفتادغم
قوم ، ولس ، ياران بې ســــره افغان شوټ سو
چي نازل ســــــــــــــــوپرې ناڅاپه ( درشادغم )
محمدمعصوم هوتک
اوکويل ـــ کاناډا
١٠ ډسمبر ٢٠٠٤ ع
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
حل :
تاريخي ماده = ( درشادغم ) = ١٥٤٩
دقوم ، ولس ، ياران ( سر ) اود افغان ( پښې ) = ق + و + ی + ن = ١٠٠ + ٦ +١٠ + ٥٠ = ١٦٦
د ( بې سره ) او ( شوټ ) کلمات دتخرجې عمليې له پاره قرينې دي اوددې قرينوپربنسټ بايد له تاريخي مادې څخه ( ١٦٦ ) منفي سي . په دې ډول :
١٥٤٩ – ١٦٦ = ١٣٨٣
علامه رشاد( رح ) د١٣٨٣ ش کال دلېندۍ دمياشتي پريوولسمه د٨٣ کالوپه عمروفات سو. خدای دي دده جنتونه په برخه کړي اودده دﻻروي پيروان دي خدای ډېرلري ( آمين ) .
",د علامه رشاد ( رح ) د وفات تاريخي قطعه
2691,عبدالباقي تلاښ - سويډن,"
١٣٨٤ د غويي ٢٥مه
شوم ليونی
شوم لــــيونی دلـــــيونيــــانــــوسره وای چي خواخوږی دخوارانوسره
وينم پــرکاڼــــودچړوبــــــــــڅرکــي پالـــــــــم ياري دقــــــــــصابانوسره
نه کړم پـرواپه ډنــــډورودخــــلگو نيسم گرېــــوان ديــــــــــتيمانوسره
هــــرڅه په زورراته مزې راکــــوي بخښه غــــــوښتل دبې وسانوسره
غـــاړه سيده وحق ته نه ږدمــــه زه وهم ډغـــــــري لــه شاهــــــانو سره
نـــوي جـــامې راته لذت راکــــوي زاړه پــرېـــږدم دخــــــــــياطانوسره
يـــم پــــه کږو لاروکي زښته بــــلد ځـــکه يـــاري مي دمــــــــارانوسره
گورم ولوښوته دشک په سترگــه چښم پــــــه لــپو دياغيانـــــــوسره
تلاښ په نېغه ټوله حال څـــــارلی ويني افــــغان داجنبيانــــــــــوسره
",شوم ليونی
2692,,"
نن د مې پر ۱۶مه نېټه په د امريكا متحدو ايالاتو په كاليفورنيا ښار كې د هېواد د وتلي ليكوال، ژورنالېست، څېړونكي او فرهنګي خدمتګار استاد عبدالجليل وجدي فاتحه واخيستل او په ياد يې يوه درنه غونډه جوړه شوه چې د استاد ګڼ شمېر مينه الو، دوستانو، فرهنګيانو او فرهنګپانو په كې برخه واخيسته.
د استاد دغه ياد غونډه او فاتحه په سيمه ييز وخت درې بجو پيل شوه چې دوه ساعته يې دوام وكړ. د فاتحې په مراسمو كې د قران كريم په تلاوت د ارواښاد وجدي صاحب ته د دعا لاسونه پورته شول او كورنۍ، فرهنګيانو او فرهنګپانو ته د جميل صبر هيله وشوه.
په غونډه كې نوماند تاريخپوه ډاكټر محمد حسن كاكړ د ارواښاد وجدي په ياد خبرې وكړي او ويې ويل: وجدي صاحب په هېواد او ملت يو مين شخصيت و، په هره ليكنه كې يې د هېواد د ثبات ټينګښت لپاره كوټلي او د كاڼي د كرښې وړانديزونه كول. د استاد وجدي د لويو جرګو نن او پرون كتاب زما د دغې خبرې يو څرګند زبات دى.
ښاغلي ډاكټر محمد حسن كاكړه زياته كړه: استاد وجدي د يوه تكړه ليكوال، ژورنالېست او څېړونكي تر څنګ يو سپېڅلى سياستمدار هم و، په صادقت او رښتينولى يې سياست وكړ او په دې لار كې د هېواد او ملت د ګټو لپاره د ژوند له زياتو سهولتونو څخه لاس په سر شو.
له ډاكټر محمد حسن كاكړ سربېره د استاد ګڼ شمېر مينه والو او دوستانو خبرې وكړي، ښاغلي نعيم مجروح، ښاغلي شېرزاد او ګڼ شمېر دوستانو د خواخوږئ او همدردۍ پيغامونه ولوستل. ",په كاليفورنيا كې ياد غونډه
2693,,"
",
2694,,"
٢٦ د غويی ١٣٨٤
(بي بي سي ): د نيوزويک مجلې چې د ګوانتناموپه زندان کې يې د امريکايې پوځيانو له لورې د قرآن شريف د سپکاوی راپور ورکړی و، وايي چې ښاي هغه راپور ناسم و.
د دغه راپور نه وروسته په افغانستان کې مظاهرې شوي وي چې په هغو کې لږ تر لږه پنځلس کسان وژل شوي او څه دپاسه سل کسان ټپيان شوي و. په يو شمېر نورو هيوادونو کې هم د دغه عمل په وړاندې مظاهرې شوي وي.
اوس د امريکا د دفاع وزارت وايي چې د نيوزويک د مجلې خبر رښتيا نه و او د تورو نو لپاره هيڅ ډول باوري شواهد نه دي تر لاسه شوي.
د نيوز ويک مسسول مدير مارک واټيکروايي چې په دې خبره افسوس کوی چې خبر يې غلط و له دې امله د قربانيانو د خپلوانو څخه بخښنه غواړی.
",د نيوزويک خبر نا سم و
2695,,"
دوشنبې د غويي ١٦مه
کابل
پدې وروستیوکي دافغانستان په بیلابیلوولایتونوکي پدې پلمه چي ځیني امریکایي پلټونکو دگوانتناموبې په زندان کي ددې لپاره چي دزندانیانوبیان وا خلي دقران مجید سپکاوی کړی له تاوتریخوالي اومرگ ژوبلي ډکي مظاهرې وکړې
یوشمیرسیاسي څېړونکي پدې باوردي چي په افغانستان کي دعملیاتو په مهال له عاموخلکوسره دامریکایی پوځونو ناوړه چلند ځای ځای دشپې له خوادخلکو کورونوپلټل اودهغوی نیول دامریکایي ضداحساساتوپه راپارولوکي لاس درلود ،همدې ټکي ته په اشاره سره څو ورځي دمخه ولس مشرحامد کرزي په هیوادکي دامریکایي پوځي عملیاتو دزیات کنټرول غوښتونکی شو.
ښاغلي کرزي وویل امریکایي پوځ له ترهگرۍ سره په مبارزه اودطالبانودنیولوپه عملیاتوکي تیروتني کړي
دامریکاترمشرۍ لاندي ایتلافي ځواکونو ویاندډگروال جیمزیونتس د دوشنبې په ورځ د خپلوپوځي عملیاتوپه ځرنگوالي کي دځینو بدلونود راتلو خبره وکړه خونور جزيات يې ورنه کړل .
",امريکايي پوځونه د خپلو عملياتو په اړه فکر کوي
2696,,"
دوشنبې د غويي ١٦مه ( کابل )
په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي میشت ایتلافي ځواکونه له امریکا توقیف ځایونوځخه دافغان بندیانو راخلاصېدل اوافغان دولت ته دهغوی دسپارلو په باب دامریکا دولت ته دحامد کزري له وړاندیزڅخه ملاتړکوي .
څوورځي دمخه افغان ولس مشرحامد کرزي وویل په نژدې څو ورځوکي به امریکا ته ولاړشي اوهلته به له امریکایي لوړپوړوچارواکو سره د امریکایي بندیخانوڅخه که هغه په افغانستان اوکه له افغانستان څخه بهردي دافغانوبندیانو د خلاصیدوپه سر خبري وکړي .
په کابل کي دامریکا ترمشرۍ لاندي ایتلاف ویاند ډگروال وویل که څه هم دوی لاتراوسه ددې نوي پلان په باب بشپړمعلومات نه لري خو داسي گومان کیږي چي ولس مشر وارله مخه لاپه افغانستان کي دایتلاف دځواکونو له عمومي قومنداني سره خبري کړي .
له بلي خوا دافغانستان دولت له دې نوی پلان څخه په هیوادکي دبشري حقونو خپلواک کمیسیون هم هرکلی کوي ددې کمیسیون یو غړی احمدنادر نادري وایي:
که څه هم پدې زندانونوکي دبشري حالت دڅرنگوالي په باب دپلټنوخبري په وار وار راولاړي شوي خو تراوسه پدې اړه کوم داسي ځانگړی راپورندی خپورشوی چي دهغه له مخي وویل شي افغان بندیان په کوم حالت اوڅرنگه ساتل کیږي .
ښاغلی نادري زیاتوي که څه هم په وار وارداغوښتنه شوې خو دوی ته لاتراوسه داواک ندی ورکړشوی چي په زندانونو کي دافغان بندیانو حال واخلي.
اودی یوازي د هغوبندیانودشکایتونوپه بنسټ خبري کوي له دې زندانونوڅخه راخلاصوشویوبندیانو دوی ته رسولي دي
ښاغلی نادري وايي افغان دولت ته دبندیانوسپارل به په دولت باندي دولس باور زیات کړي خوله بلي خوا دبندیانودژوند دښه کیدوډیره هیله نشي کولای ځکه دافغانستان دولت هم نشي کولای له هغوی څخه په نړیوالونورمونوبرابره پالنه وکړي .
جیمزیونتس په افغانستان کي وروستیومظاهروته په اشاره کي وویل که داسي وي چي له گوانتناموڅخه راخلاص شوی بندیان بیرته دلته په لاریونونولاس پوري کړي او ددوی په خلاف فعالیتونه وکړي نودوی به یې ووژني يا به يې ونیسي اوبیرته زندان ته ولیږدوي ډگروال جیمز وویل داپخپله په یاغیانو پوري اړه لري چي له دولت سره سوله ایز یوځای کیدل غوره کوي اوکه وژل کیدل یا بیرته زندان ته تگ .
",په امريکايي زندانونو کي افغان زندانيان
2697,,"
",
2698,,"
",
2699,ډاکټر محمد علي هو ما,"
ډاکټر محمد علي هو ما٢٧غويی ١٣٨٤. هېلورسوم - هالنډ
افغان اولس دخپل کړکېچن ژوند دسيا سي تاريخ د بل پړاو د پاڼو په ليکلو لګيا دی . په دې لاره کې ډېر اغزي پراته دي . خورا لږ ه بې پامي، ډېر ستر ناورين رامنځته کولای شي . د پنځه ويشت کالنې اوږدې غميزې څخه هېوادوال ډېر ستومانه دي . کورني اوبهرني غليمان شاوخوا په مرچلو کې ناست دي . ضرور ده چې د تېرو کالونو ترخو تجربو ته په پراخې حوصلې سره پام وکړو . اوسنۍ وضعه په ريالستيکه توګه وڅيړو، سمه يې تحليل کړو او معقول عبرت ترې واخلو .نړيوال شرايط ،سليم عقل او شرافتمن ژوند حکم کوي چې خپل کړه وړه د ملي ګټو داصل پر بنسټ په بشپړه توګه برابر کړو. لنډ فکرۍ او تنګ نظرۍ ته ځانونه تسليم نه کړو،که نه په انتظار ناست ځناورا ن به مو له هر ډول توپير څخه پرته ټوټې ټوټې کړي .د افغان روڼ اندو مخې ته ډېرې درنې او پېچلي دندې پرتې دي . د هغو د سرته رسولو لپاره د پخواوسنجول شويو ګامونو پورته کولو ته ډېره اړتيا ده . خو ددې موخې لپاره روڼ اندي داسې واقعي سمبالتيا ته ضرورت لري چې د اوسني وخت د شرايطواوحالاتو سره بشپړ سمون ولري . څرګنده ده چې د افغان روڼ اندو مخونه هغو تورو، سپينواو سرو داغونو بدرنګ کړي دي چې په ټاکلو تاريخي او ټولنيزو شرايطوکې پخوانيو، ملي، سياسي او مذهبي ګوندونواو ډلو ورباندې لګولي وو . د تېر وخت حالاتو دوی ديواو بل سره ټنډه په ټنډه کړي ا ود بېځايه کرکواوکينوڅخه ډک کړي دي .اوس د ټولوګوندونواو ډلود واکمنۍدوره تېره ده . بې شمېره کسانو له پخوانيو ناخوالو څخه سم عبرت اخيستی دی او دې ته تيار دي چې دملي ګټو د اصل پر بنسټ د هېواد په سمسورتيا او د خپلې ملي واکمنۍ په ټينګولو کې پراخه برخه واخلي .مګر ځينې کسان لا تر اوسه هم په پخوانيو مزمنوناروغيو اخته دي . هېڅ ډول پرهېزاو درمل يې نشي علاج کولای . دوی هڅه کوي چې داوسنيو شرايطو څخه د پخوا په شان دخپلوناپاکو موخو لپاره ګټه پورته کړي . هغوی بايد پوه شي چې اوس په ويښ شوي افغان اولس باندې د دوی زاړه منتر نه چليږي . هرڅومره زيات چې په دغه ناپاکه لاره کې مخته لاړشي، هغومره يې مخونه لا پسې توريږي . په پای کې ښايي داسې بدرنګ شي چې د خلکو له کتلو هم ولويږي .د خواشينۍ ځای دی چې هغه روڼ اندي چې د ملي ګټو د اصل پربنسټ د هېواد د سمسورتيا او د ملي واکمنۍ د ټينګولو لپاره هلې ځلې کوي لا تر اوسه د ځان د سمبالتيا په اړوند يونظر نه لري . چې په لاندې ډول ګوته ورته نيولای شو :١_د پرونيو کيڼ لاسو ډلو ځينې کسان چې په اوس مهال کې سازماني اړيکي نه لري يا يې نوي ډلې جوړې کړي دی په دې نظر دي چې يوازي دوی دې سره يو شي . دغه نظر لاندې نيمګړتياوې لري :الف : په دې ډلو پورې د روڼ اندو محدودول هغه ستره اشتباه ده چې ددغه نظر د خاوندانو سياسي حيثيت ته تاوان رسوي او د هېواد په کچه د پراخ نظر خاوندانو ته به هېڅ وخت دمنلو وړ نه وي .ب : دغو ډلوټپلو کالونه کالونه دخپل ګډ فعاليت په اوږدوکې داسې وده او پراختيا موندلي ده چې پر يوه او بل باندې د بې باورۍ ډېره ناوړه سابقه لري . اوس چې ځينو ډلو دمستقلو ګوندونو نومونه پرځانو ايښي دي اود رنګارنګ منابعو مالي او مادي امکانات په لاس کې لري،کوم زور او فشار به يې مجبورکړي چې په اسانۍسره له هغو امتيازونو څخه لاس په سر شي، دکومو لپاره يې چې په ټول مبهم سياسي عمر کې ډېرې هڅې کړي دي .ج : بايد ووايو چې دغو ډلوټپلو ته ډېر کسان ان د رښتينو روڼ اندو په سترګه هم نه ګوري ، نو څنګه به وکړای شي چې د هېواد په کچه ټول روڼ اندي پر ځان راچاپېر کړي . دا ډول نظر له خوشي خبرو اترو او د وخت تېرولو څخه پرته بله پايله نه لري .زمونږ په نظر داسې تشه په نوم سمبالتيا، روڼ اندي د تجريد خوا ته بيايي او دپخوا په شان دهېواد دواقعي سمسورتيا په درد نه خور ي .٢_ نورکسان ټينګارکوي چې په لومړي پړاو کې دې يوازي د افغانستان د خلکو دموکراتيک پخواني ګوند هغه غړي سمبال شي چې د هغه ګوند په دننه کې د مختلفو ګروپونو او له دې ګوند څخه د راوتليو نويوګوند ګړيو سره تر اوسه پور ې تړاو نه لري . د دوی په نظر داسې نسبتا َ متجانسه کتله د روڼ اندو د راتلونکي پراخ انسجام لپاره ډېره ښه زمينه مساعدولای شي . په ظاهرکې دا ښکلی نظر دی،خو د عمل په ډګرکې ژورې نيمګړتياوې لري چې دلومړي نظر د خاوندانو په شان دا ډول طرح هم روڼ اندي د تجريد لا ژورې کندې ته ور غورځوي . ځکه :الف : کله چې دا ډول کسان له پخوا څخه کوم انسجام نه لري، نو د هغوی لټول او بيا سمبالول ډېرو ما دي امکاناتو، منډو ترړو ،صادقو او باوري مجربو کسانو ته اړتيا لري چې په اوسنيو شرايطو کې د زياتو واټنونو د شته والي له امله دا موخه نږدې ناممکنه بريښي .ب : د مشخصو کسانو محدود او مشروط انسجام د نورو فعالو هم نظرانو په وړاندې بې باوري پيدا کوي . ښايي دغه منځته راغلي بې باوري هېڅکله هم په راتلونکي کې ورکه نشي . نو د دې پر ځای چې داسې سمبالتيا پراختيا پيدا کړي، په نطفه کې له منځه ځي .٣_ د دريم نظر خاوندانو په اند ضرور ده چې دهېواد دسمسورتيا لپاره د کيڼ لاسو ګوندونو ترمنځ يووالی راشي يا جبهه او اءتلاف ترې جوړ شي . د دې نظر نيمګړتيا دا ده چې :الف : دا ګوندونه چې مختلفې تګلارې لري،نو د بهرنيانو سره د هغوی ټينګ او تاوده اړيکي، سخت قومي تعصبونه، سيمه يیز تمايلات ، ځان غوښتنې او رنګا رنګ سليقوي اغېزې به يې پرې نږ دي چې په اتفاق سره د يوه نظر اويوې تګلارې پر شاوخوا راټول شي .ب : د جبهې او ائتلاف دجوړولو لپاره نسبتا َاوږده موده په کارده، نوي جوړ شوي ګوندونه چې د خپلوکمزورو تګلارو له مخې لا تراوسه پر خپلوغړوباندې پوره واک نه لري، څنګه به وکړای شي چې د ائتلاف د تګلارې پر بنسټ سملاسي له سره سمبال شي . ښايی د دوی ترمنځ د خورا کوچنيو مسًلو په اړوند دلنډې مودې لپاره سست ائتلاف منځته را شي، خو ژوره پراختيا به يې په برخه نشي .ج : د دغه ډول سمبالتيا په وخت کې دهغه د مشرتابه د سم ترکيب مسًله هغه اساسي خنډ دی چې د دوی ترمنځ سياسي بې باوري د همېشه لپاره ژوندۍ ساتلای شي . نو ځکه لنډ مهالي سمبالتيا دهېواد د سمسورتيا لپاره سمه نسخه نه ده .٤_ څلورم نظر دادی چې : له هر ډول توپير پرته دې ټول خواره واره روڼ اندي، ملي او مستقل شخصيتونه، ټول کيڼ لاسي اوملي ګوندونه او ډلې دملي ګټو د اصل پر بنسټ د ګډې ملي تګلارې له مخې په پراخ ملي غورځنګ کې يو ځای، سره سمبال شي .له پورته درو نظرونوڅخه د څرګند توپير د شته والي سره سره ، دغه پروسه هغه وخت په بريالۍ توګه پراختيا موندلای شي چې :الف : د سمبالتيا په مشرتابه کې له هرې ډلې څخه يويو استازئ او دنا پېيلو کسانو څخه د ټولو ډلو د استازو د شمېر په اندازه استازي، ګډون وکړي .ب : د غورځنګ د مشرتابه اجرډيه هيًت بايد په اقتصادي، سياسي، کلتوري او ټولنيزو چارو کې د ناپېيلو روڼ اندو او ملي شخصيتونو له خورا مجربو، صادقو او دکار وړ کسانو څخه جوړ شي ؛ ترڅو د ملي ګټو اصل په بشپړه توګه په عمل کې پلی کړای شي . کله چې د غورځنګ ګډه تګلاره تصويب شي ، غړي ګوندونه او ډلې دې په رسمي توګه د ځانونو د انحلال اعلان وکړي او د ګډې تصويب شوي کړنلارې له مخې دې د هېواد د هراړخيزې ابادۍ لپاره په رښتيا سره ملا وتړي .ج : د سمبالتيا د مشرۍ پر غړو دې له هر ډول وېرې او ډار څخه پرته د دوی د اصوليت او فعاليت پر بنسټ په پرله پسې توګه نوي کتنه تر سره شي، ترڅو بشپړه مساعده مشري د ټاکلي مودې په اوږدو کې تثبيت او د سمبالتيا فعاليت ځانته د ثبات عادي بڼه غوره کړي .ښايي ځينې کسان د روڼ اندو د سمبالتيا دې ډول چلند ته د انتقاد ګوته ونيسي او ووايي چې په بشپړه توګه دموکراتيک نه دی . دا انتقاد د پوهيدو وړ دی . خو دا هم بايد هېر نه کړو چې مونږ يوازي په غوښتنه ، دستور او يا فرمان سره دموکراسي نشو منځته راوستلای . زمونږ هېوادوالو او په خاصه توګه افغان روڼ اندو د لومړي ځل لپاره په هېوادکې د دموکراسۍ څرک وليد. لکه څنګه چې په يوه ګل نه پسرلئ کيږي، نو هماغسې د دموکراسۍ په ايله څرک سره هم سملاسي بشپړه دموکراسي منځته نشي راتلای .د دموکراسۍ په لور بايد ورو، ورو په زياتې حوصلې سره پاخه ګامونه اوچت کاندو. مونږ بايد دتېر وخت په شان بيړه ونه کړو چېخپلې نېکې او دزړه هيلې ته د سترګو په رپ کې ځانونه ور ورسوو . دا هوس عملي امکان نه لري . مونږ نشو کولای چې کتابي ليکنې سملاسي ټکي په ټکي عملي کړو. عيني نړۍ له کتابي او خيالي نړۍ څخه توپيرلري . ډېرو هېوادوالو به په ياد وي چې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند هم يو وخت په افغانستان کې د بشپړ عدالت ، د هېواد د سمسورتيا او د خلکو د بشپړې سوکالۍ لپاره نېکې هيلې درلودې، خو ترټولو دمخه خپله دغه ګوند دغسې کړنو ته په عيني توګه تيار نه و . په ګوند او ان د هغه په مشرتابه کې د پرديو ګوډاګيانو ، وطن پلورونکو ، خودخواهو ،منافقو ، ډلبازانو ،سيمه پالو ،قوم پالو او قومي متعصبينو د خپلو ناپاکو موخو د سرته رسولو لپاره په زيات مهارت سره ځانونه پټ کړي وو . د هېواد روڼ اندي د لږې سياسي تجربې د لرلو له امله د بهرنيانو له خوا وېشل شوي وو . برسېره پر دې فيوډالي او ماقبل فيوډالي مناسبات پر هېواد باندې سخت واکمن وو .مذهب د پخوا په شان زمونږ په وروسته پاتې ټولنه کې دومره زيات مسلط و لکه څنګه چې انګرېزي استعمارچیانو په خپل وخت کې د غازي امان ا لله خان د مترقي رژيم په نسکورولو او بيا د خادم دين رسول ا لله تر جالب لقب لاندې د سقاو د ځوی حبيب ا لله کلکاني د واکمنۍ په ټينګولو کې کار ترې اخيستی و .د پورته ټکو د يادولو او په نظر کې نيولو له مخې بايد ووايم چې په اوس وخت کې د روڼ اندو د سمبالتيا لپاره په بشپړه توګه ايديال دموکراتيک چلند امکان نه لري . په اوسنيو شرايطو کې د هغوی د سمبالتيا لپاره نسبتّا نرم او د انعطاف وړ چلند تر ټولو ښه دی . که چېرې دا پروسه په صداقت سره پيل شي ، ټينګ باور لرم چې ډېر ژر به د خپلې ودې او پراختيا په لور چټک او موزون ګامونه اوچت شي او په پای کې به د پوره دموکراتيک چلند لپار ه ډېره ښه زمينه مساعده شي .لکه څنګه چې وينو د هېواد ټول شته ګوندونه او سياستوال د دموکراسۍ او د هېواد د سمسورتيا لپاره سخت ليوال دي . په خبرو کې د دوی د نظرونو ترمنځ دومره زيات توپير نه ليدل کيږي . د دوی ستره ستونزه داده چې د خپلو سمبالتياوو په جوړښتونو کې ډېرې نيمګړتياې لري . هرې ډلې د ځان لپاره داسې تشکيلات جوړ کړي دي چې په هغو کې بايد د دوی ځانګړي ګټې همېشه خوندي وي . نو ځکه د دغو ډلو د لارې د سمون په هکله معمولآ د هغوی د تشکيلاتي جوړښت له مخې قضاوت کيږي . دا اوس ټولو ته جوته ده چې د ډلو ټپلو ناسمو تشکيلاتي جوښتونو د دوی د ګټور فعاليت په لاره کې د خپلو برسېرنو کړنلارو په پرتله زياتې ستونځې او خنډونه را پيدا کړي دي . بايد په زيات ټينګار سره ووايم چې يواځې د روڼ اندو سمه سمبالتيا د هغوی د پراخو هلو ځلو لپاره پوخ او پراخ بنسټ جوړوي . نو ځکه هغې ته بايد تر هرڅه د مخه دلومړيتوب حق ورکړل شي .د افغان روڼ اندو سمه سمبالتيا ، په هېواد کې همېشنۍ سوله او ټينګ امنيت ، د ملي ګټو د اصل له مخې د چارو سمبالتيا او د سياسي نظام ثبات هغه مهمې دندې دي چې افغان اولس ورته د هو او غذا په شان ضرورت لري .لکه څنګه چې وينو د ملګرو ملتونو په مشرۍ نړيوال سوله ساتي ځواکونه زمونږ په هېواد کې د سولې د ټينګولو لپاره هلې ځلې کوي ، د تروريستانو ځالې ړنګوي ، د جنګسالارانو د بې قانونيو او خپل سر يو مخه نيسي، د نږدې او لېرې بدنيتو ګاونډيانو رنګارنګ توطـٌې شنډوي ، په هېواد کې د قانوني او اصولي چلند لپاره په بنسټ ايښوولو لګيا دي . د همدغو نړيوالو هلوځلو له برکته مونږ اساسي قانون لرو ، د دولت منتخب ر ًيس لرو او د ملي شورا د جوړولو لپاره سمې هلې ځلې روانې دي .په هېواد کې ژورو بدلونونو کورني او بهرني دښمنان وارخطا کړي دي . هغوی هڅه کوي چې د هېوادوالو له پاکې مسلمانۍ او د هېواد پالنې له روحيې څخه ناوړه ګټه واخلي ترڅو پخوانۍ ناوړه وضعه بيا په افغانستان کې واکمنه کړي . دوی د عامو خلکو د غولولو او د ذهنيت خرا بولو په موخه ، اوسنۍ واکمني د شاه شجاع او د روسي شاه شجاع ببرک کارمل د واکمنيو سره بيخي يو شان ګڼي . په افغانستان کې د افغانانو په غوښتنه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو ځواکونو حضور، په افغانستان باندې د شورويانو د بېشرمانه تېري سره يو شان بولي . دوی په افغانستان کې د تروريزم پر ضد د امريکايانو حضور،په عراق باندې د امريکايانو د بربنډ تېري او په هغه خاوره باندې د دوی د بېشرمانه يرغل سره يو شان ګڼي .په رښتيا چې دغه پېښې د ظاهري شکل له مخې يوې او بلې ته ډېرې ورته دي چې د نا سم عامه ذهنيت په ايجادولو کې په خورا اسانۍ سره ناوړه ګټه ترې پورته کيدا ی شي . خو د هېوادونو د ملي ګټو له مخې د دوی تر منځ کيفي توپير شته چې افغان روڼ اندي بايد د خپلو ملي ګټو په پام کې نيولو سره ورته ځير شي .ټولو ته څرګنده ده چې انګرېزانو د ستر احمد شاه بابا لمسئ شاه شجاع د خپلو استعماري ګټو د ساتلو په موخه له برتانوي هند څخه افغانستان ته راړست . خو د افغانستان مېړني خلک د دوی په ناوړه موخه پوه شول ، نو د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو له امله يې ټول تېري کوونکي په بې ساري مېړانې سره د تورې په زور له خپلې خاورې څخه وشړل او د دوی لاسپوڅئ ګواګئ يې د بې ننګۍ کندې ته واچاوه .ډېر کالونه وروسته د ۱۳۵۸ لمريز هجري کال د مرغومي په شپږمه (۲۶. ۱۲. ۱۹۷۹) نېټه ، شورويانو د سوسيالستي عدالت او وررګلوۍ تر پردې لاندې د انتر ناسيونالستي مرستې په نوم پر افغانستان باندې له شرمه ډک تېری وکړ . ببرک کارمل يې په ز ياتې سپين سترګۍ سره په ټانک سپور کابل ته راړست ، چې د ډېرو خلکو په و ژلو سره يې دړلس کاله پر افغانانو باندې خپل لاسپوڅئ رژيم وتاپه . مګر په خپل وطن مينو افغانانو يو ځل بيا وکړای شول چې مکار غليم د هغه د ګوډاګيانو په ګډون له خپلې خاورې څخه وشړي . انګرېزانو د شاه شجاع په وخت او شورويانو د کارمل په مشرۍ د لاسپوڅي واکمنۍ په ټوله موده کې د دموکراسۍ د ټينګولو ، د قانوني حکومت د منځته راوستلو ا وزمونږ هېواد د ابادولو لپاره هڅې ونه کړې ، نو ځکه په افغانستان کې د دوی شته والي زمونږ هېواد د ملي ګټو سره بشپړ تضاد درلود . د پېښو په اوسني پړاو کې امريکايانو هم شمالي ټلواله په پيسو واخيسته او د هغې سره يې په ظاهري ائتلاف کې د تروريستانو او القاعدې سره د تړاو په بهانه په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د طالبانو د منځنيو پېړيو رژيم نسکور کړ . د انګرېزانو او شورويانو د يرغلونو او تېريو په شان د امريکايانو په دغه بې رحمانه يرغل کې هم ډېرو افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ . خو دهغوی [ انګرېزانو او شورويانو ] پر خلاف يې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د قانوني دولت د منځته راوستو لپاره ملا وتړله . اوس زاړه پالي ، قومي متعصبين او د بهر سره تړلي مرتجع عنا صر له ځان څخه زيات مقاومت ښيي؛ د نږ دې او لېرې بدنيتو ګاونډيانو په لمسون، او د هغوی د مادي او معنوي مرستو په ملاتړ پټې تو طيًې جوړوي . د هېواد د سمسورتيا او د خلکو د سوکالۍ په لار ه کې نوي خنډونه رامنځته کوي . اوسنئ دولت مجبور دی چې د دغو خنډونو د لېرې کولو لپاره په سياسي مهارت سره له نويو تاکتيکونو څخه کار واخلي . کله کله له بهر څخه داسې بريښي چې دولت له خپلې غوره کړي لارې څخه بېرته راګرځي . دغه روحي حالت ځينې وختونه د عامو خلکو او ان د روڼ اندو په ذهن کې د دولت او نړيوالو پر چلند باندې شک پيدا کوي . روڼ اندي بايد ريالست اوسي . د دولتونو ترمنځ اړيکي همېشه د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړ وي . دا به ډېره ستره سياسي سادګي وي که فکر وکړو چې نور هېوادونه مکلف دي چې يواځې زمونږ هېواد سمسور کړي او د افغانانو د ملي ګټو لپاره دې خپلو ملي ګټو ته تاوان ورسوي . دا ډول اشتباه يو وخت افغان روڼ اندو په افغانستان باندې د شورويانو د يرغل څخه دمخه او د هغوی د اشغال په پړاو کې کړي وه . هغه وخت افغان روڼ اندو فکر کاوه چې شورويان په رښتيا سره انترنشنلست دي ؛ د نورو وروسته پاتې هېوادونو سره رښتيني کتابي وروري غواړي ؛ ټول اقتصادي او تخنيکي کړه وړه يې د نورو اولسونو سره د بې غرضه مرستو لپاره وقف کړي دي . خو شورويانو دومره پراخه دوه مخي د خپلو ملي او ستراتېژيکو ګټو د خوندي کولو لپاره په کار اچولي وه . اوس بايد همغه پخوانۍ اشتباه د بل ځل لپاره په بل شکل کې تکرار نه کړو . له تېرې تجربې څخه بايد په ريالستيکه توګه سم عبرت واخلو .د نورو هېوادونو سره د زمونږ هېواد د دوه اړخيزو اړيکو په اوسني پړاو کې لاندې متقابلو ملي ګټو ته ګوته نيولای شو :لومړی - د خپل هېواد يعنې زمونږ ملي ګټې .دوهم - د بهرنيو هېوادونو ملي ګټې .دريم - مبهمې ګټې .د هېواد په اوسنۍ سياسي او نظامي وضعه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو او د ترور يزم ضد ائتلاف سره په دوه اړخيزو (متقابلو ) اړيکو کې زمونږ لاندې ملي ګټې نغښتي دي :١_ په هېواد کې د قانوني او اصولي چلند د واکمنۍ د پياوړتيا لپاره دبهرنيو هېوادونو له نظامي ، مالي او معنوي مرستو څخه ګټه .٢_ د جنګسالارانو ، داړه مارانو او بې مسًوليته کسانو څخه د وسلو ټولو و نه .٣_ په تدريجي او اغېزمنه توګه د جنګسالارانو د نظامي ځوا ک کمزورتيا .٤_ د تروريستانو او زاړه پالو په وړاندې پراخه مبارزه او په زيرکۍ سره د هغوی د وليو راايستنه .٥_ د مخدره موادو د کر او توليد په وړاندې د دغو نړيوالو ځواکونو په مرسته عملي او اغېزمنه مبارزه .٦_ په هېواد کې د دموکراسۍ په پلي کولو سره د سياسي نظام ثبات او د هېواد بيا جوړونه .٧_ په هېواد کې سرترسري سوله او امنيت او د مرکزي اسيا په هېوادونو کې د سياسي ثبات ټينګښت .٨_ د نړۍ د تر ټولو ستر ځواک د نظامي او اقتصادي چتر په مرسته د بهرنيانو د لاسوهنې او په افغانستان کې دننه د هغوی د ملاتړو سره د دوی د نظامي او مالي مرستو مخنيوی .٩_ د افغانستان په خاوره کې د بدنيتو ګاونډيانو او نورو هېوادونو د کلتوري هژمونېزم د نفوذ شنډونه .١٠_ په هېواد کې د ملي اقتصاد چټکه وده، د سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د دوه اړخيزو اقتصادي او تجارتي اړيکو پراختيا او پياوړتيا .د ملګرو ملتونو په مشرۍ د هېواد په اوسنۍ سياسي او نظامي وضعه کې د لويديزو هېوادونو او په خا صه توګه د امريکا د متحدو ايالتونو ملي ګټې :١_ په افغانستان کې د لويديزو هېوادونو د پلوي دوست رژيم په پښو درول .٢_ د افغانستان له اومو موادو او د تر ځمکې لاندې کاني ذخيرو څخه دوه اړخيزه ګټه .٣_ په افغانستان کې د دوست رژيم له ليارې د سيمې د هېوادونو سره د لويديزو هېوادونو د سياسي او اقتصادي اړيکو پراختيا .٤_ د منځنۍ اسيا د تېلو، ګازو او نورو اومو موادو زېرمو ته ځان رسوونه او په دې سيمه کې د خپلې سياسي او اقتصادي اغېزې پياوړتيا .٥_ د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د دموکراسۍ په پلي کولو سره د روسيې د ستر استعماري ځواک د پراخې اغېزې د خپريدو مخنيوی .په اوسنيو شرايطو کې د لويديزو هېوادونو سره د افغانستان په دوه اړخيزو اړيکو کې مبهم ټکي هم شته چې ځينې يې د خورا زيات تډمل وړ دي . دغه مبهم ټکي دا دي :١_ د افغانستان د جنګسلارانو او قومي متعصبينو سره د امريکايانو او انګرېزانو د تودو اړيکو ساتنه او د هغوی په وړاندې خورا نرم چلند .٢_ د پاکستان سره د انګرېزانو او امريکايانو د اړيکو بشپړ ابها م :الف : د پاکستان دولت سره د تفاهم له مخې په قبايلي سيمو کې د طالبانو او القاعدې پر ضد د امريکايانو او انګرېزانو ګډو عملياتو په افغانانو کې د دغو هېوادونو د کړو وړو د صداقت او رښتينتوب په هکله ژوره اندېښنه را پارولي ده .ب : د قبايلي سيمې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د تروريزم ضد مبارزې تر نامه لاندې د پاکستاني پوځ د ازاد لاس پراخو عملياتو په حقه سره د دغو سيمو خلک اندېښمن کړي دي .ج : د افغانستان او انګليس تاريخي اړيکو ته ژور پام د يادو شوو اندېښنو د لا زياتوالي سره مرسته کوي .ټولو ته جوته ده چې انګرېزانو د هند په نيمه وچه کې د خپل استعمار په مهال د افغانستان پراخې سيمې زمونږ له خاورې څخه غوڅې او په برتانوي هند پورې وتړلې ، چې د هغې له مخې زمونږ نيمايي سکه وروڼه د تپل شوي کرښې بلې خواته پاتې شول . افغانانو تر اوسه پورې دغه په زوره تپل شوي کرښه په رسميت نه ده پېژندلي . مونږ په دې سيمه کې د پاکستان دولت د نفوذ او نا حقې واکمنۍ پر ضد همېشه سخت غبرګون ښودلی دی .افغانان اندېښمن دي چې د تروريزم پر ضد د مبارزې په بهانه به د پا کستا ن دولت د امريکا د متحدو ايالتونو په بشپړ ملاتړ سره په دغه ازاده سيمه کې زمونږ له وروڼو څخه د دوی د ازادۍ حق سلب کړي .که چېرې انګرېزان په رښتيا سره غواړي چې د افغانانو حق ادا کړي، نو په قبايلي سيمو کې د دوی کړه وړه به هغه وخت رښتيني او د منلو وړ وي چې له افغانستان څخه غوڅې کړي سيمي بېرته وروسپاري . يواځېدا ډول چلند په سيمه کې رښتينی سياسي او نظامي ثبات او همدارنګه د ورورګلويزو اړيکو فضا ً رامنځته کولای شي . که نه ، نو داسې تصور به منځته راشي چې انګرېزان په دغو کړو وړو سره له افغان اتلانو څخه د هغې تاريخي ماتي غچ اخلي چې افغانستان ته د خپلواکۍ د ورکولو په وخت کې ورسره مخامخ شوي وو . طبيعي ده چې دا کار به نه يوازي په دې سيمه کې د سولې او دوستۍ فضا ً خړه پړه کړي ، بلکه د هغه پايلې به په خپل وار د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو هغو هلوځلو ته تاوان ورسوي چې د هېواد د مختلفو قومونو ترمنځ د ښو او ورورګلويزو اړيکو د ټینګولو لپاره يې پيل کړي دي . څرګنده ده چې هغه وخت به افغانان د ملګرو ملتونو تر نوم لاندې د لويديزو هېوادونو کړه وړه کټ مټ د هغې ناولي سکې بل کرغېړن مخ وګڼي چې د شورويانو له خوا د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق اچولو لپاره پخوا چاپ شوي وه .افغان روڼ اندي بايد د هېواد د ورځنيو مهمو مسًلو په وړاندې هراړخيز ،غوڅ ا و روښان دريز ولري . لاندې مسًلو ته د روڼ اندو ژور پام راګرځوم :الف : د افغانستان د سياسي ځواکونو په وړاندې د روڼ اندو دريز :د لويې جرګې له خوا د افغانستان د اساسي قانون په تصويب سره په ټولنه کې د اصولي چلند د پياوړتيا او پراختيا لپاره پوخ بنسټ جوړ شو . په هېواد کې د زورواکو د خپل سريو مخه په رسمي توګه ډب او د دموکراسۍ د پلي کولو لپاره لاره هواه شوه . د هېوادوالو لپاره ډېره مهمه وه چې توپک خپل ځای قلم ته پرېښود، وسله والو ډلو او بې مسًوليته بانډونو ،ډلو ټپلو او ګوندونو سياسي مبارزو ته غاړه کښېښوده . په ډېره لنډه موده کې د ډلو ټپلو او ګوندونو شمېر له سلو څخه تېر شو . دغه ډلې ټپلې مذهبي ، قومي ،سيمه پالي ، زاړه پالي او روڼ اندي بڼې لري .هو ! د دموکراسۍ اصول هر چا ته حق ور کوي چې له هر ډول تهديد او وېرې پرته خپل نظر او خپلې موخې په ډاګه کړي او د هېواد د اساسي قانون سره سمې هلې ځلې ورته وکړي . خو د بيان او د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره د هلوځلو حق د دې معنا نه لري چې هغه دې هېواد او ملت ته همېشه ګټورې وي . که چېرې څوک د هېواد د اساسي قانون او د دموکراسۍ د اصولو په خلاف يوازي د بيان د ازادۍ تر نامه لاندې خپل سر ي غواړي، نو د هغې تکرار په ځوان او کمزوري دولت کې انارشي او ګډوډي رامنځته کولای شي . په هر هېواد کې د دغه ډول انارشۍ دمخنيوي په موخه داسې اصول تصويبيږي چې د هغو له مخې د هېواد او خلکو لپاره ګټور او بې ګټې کړه وړه په اسانۍ سره يو له بل څخه توپير شي . نو ځکه د هېوادونو د ملي ګټو اصل هغه و تلئ او غوره محک د ی چې دهغه له مخې د هېوادونو سياسي ، اقتصادي او ټولنيز کړه وړه په ډېره اسانۍ سره پرتله کيدای شي . د افغانستان په خا صو شرايطو کې د دغه مهم اصل له مخې د ډلو ټپلو او ګوندونو د فعاليت پرتله کوونه راته څرګندوي چې کومې ډلې او ګوندونه زاړه پالي دي چې د ملي ګټو پر خلاف د هېواد د پرمختيا مخه نيسي او کومې ډلې او ګوندونه روڼ اندي دي چې د هېواد د پرمختيا او سمسورتيا لپاره هلې ځلې کوي .روڼ اندي او مترقي ګوندونه او ډلې هم د خپلو موخو او سياسي پوخوالي او پوهې له مخې د ودې په مختلفو کړيو کې ټاکلي ځايونه لري . ځينې ريالست دي چې د ټولنې د ودې او پرمختيا سره سمې کړنلارې جوړوي ، مګر نور بيا د مختلفو عواملو له مخې غواړي چې د خيا لي افتخار په ګټلو سره د سترګو په رپ کې خپله ټولنه د خپل خيال په څپو کې د ترقۍ او پرمختګ لوړو څوکو ته ورسوي .په اوسني پړاو کې د افغان روڼ اندو وجداني دنده ده چې د خپل منځي سياسي پوهاوي د پراخو هلوځلو په مرسته د هېواد ټول روڼ اندي ګوندونه او ډلې د عيني او ريالستيکې کړنلارې او همدارنګه د سمبالتيا د معقولو اصولو پر بنسټ د ګران هېواد د رښتينی پرمختيا او سمسورتيا په موخه په سرترسري ملي غورځنګ کې سره يوځای کړي .ب : د طالبانو او جنګسلارانو سره د دولت د چلند په وړاندې د روڼ اندو دريز :نن ورځ د طالبانو،د مجاهدينو د پخوانيو قوماندانانو او قومي متعصبينو سره د افغان دولت د جوړ جاړي مسًله دومره توده ده چې ټول اولس پر ې مشغول دی . مونږ ته ښايي چې دغه مسًلې له احساساتو او تنګ نظريو څخه پرته په دقيقه توګه وڅيړو . افغان اولس په تېرو پنځه ويشتو کالونو کې د بشپړ بربريت او وحشت تر واکمنۍ لاندې ژوند کړی دی . خلک په رښتيا سره له زورواکو وحشيانو او رنګارنګ تروريستانو څخه ستړي شوي دي . خو دا ممکنه نه ده چې پنځه ويشت کلن ناورين دې په څو مياشتو يا ان په څو کالونو کې له منځه يووړل شي . دا تاريخي غميزه هغه ټولنيزه پديده ده چې د ډېرو کالونو په اوږدو کې منځته راغلي ده، نو د هغې د له منځه وړلو لپاره هم ټاکلي موده په کار ده . احساساتي او بيړنی چلند په دې لاره کې ډېر خنډونه رامنځته کولا ی شي . مونږ پوهېږ و چې افغانانو په دغه اوږده موده کې ډېر کړاوونه ليدلي دي .د رنګا رنګ شرايطو له ناخوالو څخه ربړيدلي او کړيدلي دي . د پرديو او زورورو ظلم او ستم يې زغملی دی ؛د خپلو خپلوانو او دوستانو په بې وخته مړينه او وژنه ځوريدلي دي ؛ ناروغۍ او بدبختۍ يې زغملي دي ؛له ښوونې او روزنې څخه محروم دي ؛ د مور او پلار له خوږې مينې او دخپلوانو له مهربانې راشې درشې څخه بې برخې شوي دي؛ د کينې او نفرت روحيه يې اخيستي ده ؛ صداقت، اصوليت ،د بل قوم ،بلې ژبې او د بل هېوادوال حقونه ورته پردي او خوشي خبرې بر يښي . څرګنده ده چې د داسې روحيې خاوند په هرڅه کې خپله خوښه او خپله ګټه لټوي . نو ځکه د هغو د ترلاسه کولو لپاره له هر ډول چل ول ،ټګۍبرګۍ او ان له خپل زور څخه کار اخلي . له دا ډول هېوادوال څخه د دوو-درو کالونو په موده کې نورمال ژوند ته د راستنيدو غوښتنه نه يواځې معقوله نه ده بلکه يو خوشی خيال دی چې په هغه باندې ټينګار د ګټې پر ځای زمونږ هېواد ته تاوان رسولاي شي .مونږ وليدل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ ، نړيوال ائتلاف او سوله ساتو ځواکونو د څو کالونو په موده کې ډېر ستر کارونه سرته ورسول .د بن جرګه جوړه شوه ،لنډمهالی ، منځ مهالی او موقتي حکومتونه جوړ شول ، د هېواد اساسي قانون تصويب شو او د قانوني حکومت د منځته راوستو لپاره په ټول هېواد کې ټولټاکنې سر ته ورسيدې . ملي شورا ته د انتخاباتو لپاره چارې پيل شوي دي . له څلوېښتو زرو زياتو شخصي ملېشو او وسله والو کسانو څخه وسلې ټولې شوي دي . په سلو کې پنځه نوي (۹۵) برخې درنه وسله د مرکزي دولت په واک کې ورکړل شوه . د مجاهدينو جنګسلارانو د خپلو ځواکونو له مخامخ لارښوونې څخه فاصله پيدا کړه او د مرکزي دولت په ارګانونو کې يې دند ې واخيستې . د طالبانو غورځنګ د جګړه ييز ځواک د کمزورتيا په موخه د هغوی د يو لړ جګپوړو او اغېزمنو مشرانو سره د جوړجاړي خبرې دوام لري . افغان اولس او افغان روڼ اندي هيله من دي چې په دغو ساحو کې د دولت کړه وړه به په هېواد کې د واقعي سولې او امنيت په ټينګولو کې مرسته وکړي او پرې به نږ دي چې جګړه مار ځواکونه د دولتي چارواکو له پراخې حوصلې او تېريدنې څخه د ناوړه ګټې اخيستو له ليارې په پټه سره خپل نظامي ځواکونه غښتلی ، د اولس او دولتي واکمنۍ په وړاندې خپلې ناوړه دسيسې او تو طيې پلي کړي .ج : د قوم پالنې ،ژب پالنې ،سيمه پالنې او قومي تعصب په وړاندې د روڼ اندو اصولي دريز :افغانستان د ټولو مېشتو قومونو ګډ کور دی چې د پېړيو پېړيو په اوږدو کې يې د بهرنيانو د يرغل په وړاندې له خپل هېواد څخه د دفاع او ساتنې لپاره په ګډه ملا تړلي ده . ځينې وختونه افغانانو د اسيا په پراخو سيمو کې خپله واکمني چلولي ده ، خو بل وار بيا نور کسان پر دوی واکمن وو . افغان اولس د خپلو جغرافيوي او توپو ګرافيکي شرايطو له مخې د سختې دوديزې او ډېرې مذهبي کم ودې ټولنې کرونده ده . نو ځکه دومره زيات سپېڅلي او زرباوري خلک دي چې په ډېره اسانۍ سره د غوړو او غولوونکو پروپاګندو او ناوړه دسيسو ښکار کيږي . د هېواد لوستي او بې تجربې سياستوال هم د خپلو پلارونو او نيکونو په شان له دغې ناوړه اغېزې څخه بهر نشي پاتې کيدلای . د هېواد او خاورې دښمنانو د افغانانو له دغو پاکو خصوصياتو څخه د پردي کلتور او پرديو ژبو د اغېزې د واکمنۍ په ټينګولو کې همېشه ناوړه ګټه پورته کړي ده . عامو افغانانو د رنګا رنګ پالنو دومره خيال نه دی ساتلی ، خو د هېواد دولتي واکمنانو او د ټولنې بانفوذه پوړونو د بهرنيو استعمارګرو ځواکونو په لمسون د افغانانو د ژبپالنې او سپېڅلي مذهبي روحيې څخه ناوړه ګټه اخيستي ده . د افغانستان مستبدو رژيمونو ته دا مهمه وه چې پر اولس باندې څنګه او څه ډول واکمني وچلوي . د ټولو مېشتو قومونو شتمن ، مذهبي او سيمه ييز متنفذين ددغو رژيمونو اساسي تکيه وه . دغو رژيمونو د عام اولس د سياسي پوهونې سره مينه نه لرله . کله چې د هېواد د خپلواکۍ څخه وروسته زمونږ په ټولنه کې د نسبتَا ژورې سياسي پوهې څرک راپيدا شو، نو بهرنيانو د هېواد د واکمنو له سياسي کمزورتيا څخه ناوړه ګټه پورته کړه او زمونږ هېواد يې د استعماري او ايد يالوژيکي مسابقو د بزکشۍ په ډګر بدل کړ . نن مونږ په بشپړه پوهه سره ويلای شو چې زمونږ په هېواد کې د قوم پالنې ، ژبپالنې او د سيمې پالنې روحيې راژوندۍ کوونه او تقويه د بدنيتو بهرنيانو ستراتېژيک هدف دی چې د لږه کيو قومونو يو شمېر لوستي کسان یې په مهارت سره د خپلې اغېزې تر ولکې لاندې راوستي دي . د ټولو افغانانو اوپه خاصه توګه د افغان روڼ اندو له وياړه ډکه دنده ده چې په روښانفکري ډګر کې د قومي متعصبينو د ډېرو ماهرو او بې شرمو تو طيو د شنډولو لپاره په ګډه سره نه ستړي کيدونکي پراخې هلې ځلې وکړي .زمونږ له نظره ضرور ده چې افغان روڼ اندي دهېواد د اساسي قانون په بنسټ د خپلو ملي ګټو سره د قوم ، ژبې او سيمې د ګټو د بشپړ سمون په هکله لاندې اساسي ټکو ته ژور پام وکړي :الف : هر افغان بايد خپلې شخصي ، ګروپي ، قومي او سيمه ييزې ګټې په ملي ګټو کې ولټوي .ب : هېڅ افغان حق نه لري چې په دوه مخۍ سره د خپل قوم ، ژبې او سيمې ګټې د خپلو شخصي ګټو لپاره خرڅې کړي .ج : هر افغان بايد د خپلې مورنۍ ژبې د پراختيا او پياوړتيا لپاره داسې هلې ځلې وکړي چې د وروڼو قومونو د ژبو د پراختيا په لاره کې خنډ نشي .د : هر افغان حق لري چې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي .ه : د دولت کار کوونکي مکلف دي چې د افغانستان ملي او رسمي ژبې په سمه توګه زده کړي .و : د هېواد په پلازمېنه کابل کې بايد ټولې زده کړې د زده کوونکواو د دې ښار د اوسيدونکو په خوښه ، په پښتو او دري ژبو سرته ورسيږ ي .ز : د بهرنيو چارو وزارت او په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د رسمي نمايندګيو کار کوونکي مکلف دي چې د خپلو افغان مراجعينو سره د هېواد په دواړو رسمي ژبو يعنې پښتو او دري باندې روانې خبرې او ليکل وکړای شي .ذ : د ناوړه دودونو او ناسمو چلندونو په وړاندې د افغان روڼ اندو مبارزه :د ملي جشنونو او مذهبي اخترونو پراخه لمانځنه ، د ودونو ، ښاديو او فاتحو مراسم د افغانانو هغه غوره رواجونه او ملي عنعنې دي چې د خپل تاريخ په اوږدو کې همېشه ورسره مشغول دي . د دوستانو او خپلوانو په خوشاليو او هغوی ته د نږدې کسانو د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ګډون د هغوی د زياتې خوشالۍ او ژورې تسلۍ سبب ګرځي . خو په دې وروستيو کالونو کې د زاړه پالو د ژورې اغېزې له امله دغو غوره عنعنو د هېواد د ځينو سيمو د اوسيدونکو لپاره د خورا ناوړه سياليو بڼه غوره کړي ده . په داسې حال کې چې د هېواد دننه زمونږ اولس د خپل تاريخ په ستر ناورين کې ډوب دی ، د اروپايي هېوادونو په سوکاله شرايطو کې د ودونو، فاتحو او ختم له وياړه ډک رواجونه د يو شمېر افغانانو د ناوړه سياليو له امله په افغانانو پورې د بهرنيانو د ملنډو تر پولو پورې رسيدلي دي . ټولو ته جوته ده چې د دغو مراسمو څخه دمخه يوازي د تليفوني لګښت له امله په زرګونو يورو خوشي په اوبوکې لاهو کيږي . په افغانستان کې د پخوا مړه شو يو خپلوانو د فاتحو په مراسمو کې د ګډون مينه وال د قومي ، فيوډالي او اشرافي سياليو په دود د څو اروپايي هېوادونو له پولو څخه تېريږي چې پر مالي لګښتونو برسېره د راز راز ناوړه پېښو سره د مخامخ کيدو احتمالات هم ورسره مل وي .افغان روڼ اندي بايد په خپله پوهه ،اصولي او منطقي دريز سره د دغو ناوړه سياليو مخه ونيسي . دا د هېواد د پېچلو مسًلو په پرتله ډېره کوچنۍ ستونزه ده چې د افغان روڼ اندو په مخ کې پرته ده . که چېرې افغان روڼ اندي دغه وړه ستونزه له خپلې مخې ايسته نه کړای شي ، نو د هېواد په کچه د ډېرو پېچلو سياسي دندو له سرته رسولو څخه دې لاسونه ومينځي . روڼ اندي بايد په خپلو نوښتونو سره د دغو ناوړه چلندونو څخه سپمه شوي پيسې د هېواد په کلتوري او فرهنګي چارو کې په سمه توګه په کار واچولای شي .د ليکنې اساسي پايلې١_ افغانانو د تېرې پنځه ويشت کالنې غميزې په اوږدو کې ستر ناورين ليدلی دی ، افغان روڼ اندو ته ښايي چې له خپلو ترخو تجربو څخه په بشپړه هوښيارۍ سره سم عبرت واخلي .٢_ افغان روڼ اندي بايد خپل سياسي ، اقتصادي او ټولنيز کړه وړه د ملي ګټو د اصل پر بنسټ په بشپړهتوګه عيار کړي .٣_ د افغان روڼ اندو سمه او اصولي سمبالتيا د هېواد د واقعي سمسورتيا لپاره د بنسټ ډبره ده .٤_ د هېوادونو ترمنځ په دوه اړخيزه اړيکو کې د ملي ګټو اصل ته ژور پام د هېواد بهرنئ سياست په سمه لاره خوځوي . نو ځکه د هېواد د رښتيني پرمختيا لپاره ډېر اهميت لري .٥_ د هېوادونو ترمنځ شکمن او مبهم اړيکي بايد همېشه هره شيبه د خپلو ملي ګټو د اصل له مخې پرتله او کنترول شي .٦_ د افغان روڼ اندو وجداني دنده ده چې د هېواد روښانفکره سياسي ډلې او ګوندونه د معقولو اصولواو پراخ خپل منځي پوهاوي په مرسته ژر تر ژره په سرترسري غورځنګ کې سمبال کړي .٧_ د افغانستان پنځه ويشت کالن تاريخي ناورين هغه ټولنيزه پديده ده چې د ډېرو کالونو په اوږدو کې منځته راغلي ده ؛ د هغې د له منځه وړلو لپاره هم ټاکلي مودې ته اړتيا ده . په دې لاره کې بېځايه او بې وخته بيړه د ګټې پر ځای هېواد ته تاوان رسولای شي .٨_ له خپلو ځواکونو څخه د جنګسالارانو او قومي متعصبينو واټن او په مرکزي ارګانونو کې د دوی ټاکنه هغه وخت هېواد ته ګټه رسوي چې د هغوی د لا زړورتيا او د پټو دسيسو د جوړولو مخه ونيولای شي .٩_ د طالبانو غورځنګ د جګپوړو مشرانو سره د جوړجاړي خبرې به هغه وخت سمې پايلې ولري چې د بهرنيانو او القاعدې سره د تړلو او په خپل هېواد مينو واقعي مسلمانو طالبانو ترمنځ دقيق توپير وشي او همدارنګه زمونږ په مسلمانو خلکو باندې د فونډامېنټالستي افکارو ناوړه اغېزې په ډېرو دقيقو او سنجول شويو تدبيرونو سره له منځه يووړل شي .١٠_ د افغانستان د مستبدو رژيمونو واکمنانو په هېواد کې د مېشتو قومونو په عامو خلکو باندې له توپير پرته يوشان ظلم او ستم کړی دی . پر يو قوم باندې د بل قوم د ستم طرح ،هغه ناوړه طرح ده چې بهرنيانو زمونږ په هېواد کې د خپلوځانګړو سياسي ،اقنصادي او کلتوري اغېزو د ټينګولو لپاره رامنځته کړي ده .١١_ هر څومره زيات چې قومي متعصبين ، بل قوم او د هغه ژبې ته تاوان رسوي ، همغومره زيات خپل قوم په راز راز کړاوونو اخته کوي .١٢_ د بهرنيانو لاس وهنو او په تېر وخت کې د قومي متعصبينو ناوړه کړو وړو ثابته کړه چې د هېواد دمشخصو سيمو بې انډوله ابادي د هېواد بشپړ يووالي ته تاوان رسوي . د افغانستان دولت بايد په راتلونکي وخت کې د هېواد د ټولو سيمو همآهنګې ابادۍ ته ژور پام وکړي .١٣_ هېڅ افغان حق نه لري چې د خپل قوم ،خپلې ژبې اوخپلې سيمې ګټې په دوه مخۍ سره د خپلو ځانګړو ګټو لپاره قربان کړي .١٤_ هر افغان بايد د خپلې مورنۍ ژبې د پراختيا او پياوړتيا لپاره داسې هلې ځلې وکړي چې د وروڼو قومونو د ژبو د پراختيا په لاره کې خنډ نشي .١٥_ هر افغان بشپړ حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي .١٦_ د هېواد په پلازمېنه کابل کې بايد ټولې زده کړې په ډېر ه دقيقه توګه د زده کوونکو او د دې ښار د اوسيدونکو د خوښې سره سمې په پښتو او دري ژبو سرته ورسيږي .١٧_ د مرکزي دولت د ټولو ادارو او په خاصه توګه د بهرنيو چارو وزارت او په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د رسمي نمايندګيو کار کوونکي مکلف دي چې د هېواد په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري باندې روانې خبرې او ليکل وکړای شي .١٨_ په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغان روڼ اندو وجداني دنده ده چې په خپلو معقولو نوښتونو سرهد ملي دودونو او جشنونو د نمانځلو په وخت کې د بېځايه سياليو مخه ونيسي .
د ګران هېواد افغانستان د سمسورتيا په هيله !
په کولن کې د افغان روڼ اندو دوه ورځنئ سيمينار :
۱۶ - -۱۷ اپرېل- ۲۰۰۵-کال
",د افغان روڼ اندو اساسي دندې
2700,عبدالاحد پيغام _ كابل,"
بي انجامه ترانه
ته دنور له ښاره راغلي
په رنګينوقدمونو
زما دخيال دڅڼوګل شوي
زه دي رنګ كړم په رنګونو
زما په زړه كي شمعه بله
ستا دحسن درڼا شوه
مرورخيالونه راغله
بيا زما سره پخلا شوه
ستا دنور په پلوشومي
مستي مستي تراني كړي
دجنون ليوني خيال مي
ډكي ډكي پيماني كړي
ستا دنورپه خم كي ډوب شوم
مستانه شوم ستا په نور
سرمي ستا پښوكي خيرات كړ
نورنوڅه لري منصور
اوس دخيال په تماشه كي
ستا دحسن دنيا ګورم
ستا دنورپه پلوشوكي
خپل جنون ته ليلا ګورم
داحساس په شونډوږدمه
دښكلارنګين جامونه
اوبه ومه خپله مينه
چي ټكوريي شي داغونه
چي په هردم اوقدم كي
دخاموشي دنيا تال شم
دمستي دغاړي هارشم
دجنون دنړي خيال شم
چي رسواكړم پټي ميني
چي تازه كړم اميدونه
يوشهبازدمستي واخلم
مستانه كړم خپل سازونه
دسازوپه زيروبم كي
ستا دحسن رڼا راشي
دنغموغاړه كي مسته
دنغمي نفس زما شي
درڼا څپي مي واخلي
ستا دنوريوه نغمه شم
ژوندمي وبخښم وتاته
بي انجامه ترانه شم ",بي انجامه ترانه
2701,عبدالاحد پيغام – كابل,"
عبدالاحد پيغام _ كابل د ۱۳۸۴كال دغويي ۲۴
قوالي دشرقي موسيقي هغه ځانګړي ،له سوزاوشوره ډ ك صنف دي چي شرقي هنرمندان اودنظرخاوندان يي دروح دثيقل كولو دواګڼي ،په قوالي موسيقي كي هم دموسيقي له اړخه اوهم دشعرله پلوه دوي داسي له اغيزاوتاثير څخه ډكي قوي په مينه التجا اوخلوص سره يوځاي كيږي چي اوريدونكي له ځانه سره ديوه روحاني سپيڅلي كيفيت روښانه لورته وړي اوديوه نوراني اغيزغيږي ته يي بيا يي ، ددي موسيقي داغيز يوبل لامل داهم دي چي دقوالي سندرغاړي په ناپايه سپيڅلتيا د كايناتودپروردګارپه
وړاندي دخپلو عواطفو اواحساساتو په ژبه دموسيقي دډيرو باريكواوزړه پارونكو سرونوپه ږغولوسره دالتجا اوعذرلاسونه پورته كوي او دسازونو اواوازونودنغمو په اغيزناكوګردشونوكي دروحاني وصال زمزمي ږغوي .
دنظردخاوندانواودموسيقي دعالمانوله نظره قوالي دشرقي موسيقي يوازني اغيزلرونكي صنف دي چي نه يوازي په شرق كي بي حسابه مينه وال لري بلكي ددي موسيقي ډيرمينه وال په غربي نړي كي هم شته اوغربيان ددي موسيقي روحاني اغيزته حيران پاتي دي.
دقوالي موسيقي موجد اميرخسروبلخي ګڼل كيږي چي وروسته له بلخ څخه و هندوستان ته كوچيدلي اوهلته يي دموسيقي په برخه كي داسي اكتشافات اوايجادات كړي چي دشرقي موسيقي ستربنسټونه ګڼل كيږي ،هغه نه يوازي شاعرو،بلكي موسيقي پوه ،موسيقي ږغونكي اودموسيقي دآلاتومخترع اوايجادګرهم و، دستار او طبلي اختراع دده په وسيله ترسره شوي ده .
دطبلي بولونه ( تن تن ،دن دن _ نادن دن نا ،ناتن تن نا _دادن دن نا ،داتن تن نا ....) داميرخسروپه وسيله ايجادشوي دي ، دموسيقي ځيني ځانګړي خيالونه دمثال په توګه دپسرلي اوبهار،اودځينونوروځانګړومناسبتونوپه اړه اهنګونه اوخيالونه دده لخوا جوړشوي چي شعرونه اوتصنيفونه يي هم دده دي ،د موسيقي دځينوراګونوپه جوړښت كي هم دده لوي لاس دي چي هغه راګونه اوس په شرقي موسيقي كي منل شوي راګونه دي ،قوالي موسيقي داميرخسروله نامه سره دومره تړلي ده چي دهنداوپاكستان هرقوال چي و غواړي په كوم مجلس اويا مناسبت كي قوالي ووايي نوارومروبه خپل مجلس داميرخسروپه دي شعرپيلوي :
نمي دانم چي منزل بودوشب جايي كه من بودم
به هرسوٰرقص بسمل بود وشب جايي كه من بودم
خداخودميرمجلس بود اندرلامكان (خسرو)
محمٰد شمع محفل بودوشب جايي كه من بودم
دقوالي موزيكال جوړښت :قوالي دجوړښت له مخي داسي سندروته ورته والي لري چي په غبرګواويا ګڼواوازونوكي ويل كيږي اوياهغوسندروته ورته والي لري چي دكورس په شكل ويل كيږي ، خودموسيقي دصنف بندي له مخي قوالي داسي په زړه پوري صنف دي چي هم دكلاسيكي موسيقي دحركاتواوتان وهلوزمينه په كي شته ،هم دسرګم داجراكولولپاره ښه ميدان په كي ليدل كيږي اوهم دكلاسيكي موسيقي دغزل له صنف سره ورته والي لري ،په ديتوګه ګوروچي قوالي موسيقي دڅواړخيز خصوصيت درلودونكي ده ،اودموسيقي په داسي پراخ ميدان كي ځاي لري چي دموسيقي دنوروصنفونوازموينه هم په كي اجراكيداي شي چي دادموسيقي دعالمانوله نظره ديوه ډير اوچت اومعتبرصنف خصوصيت اوځانګړتيا ده ،دشرقي موسيقي د عالمانودويش له مخي دختيځ موسيقي په لاندي توګه صنف بندي اودرجه بندي شوي ده :
پيچلي اومغلقه كلاسيكه موسيقي :په دي موسيقي كي شعرنه زمزمه كيږي يوازي ځيني كلاسيك منظوم الفاظ اوكلمات داسي زمزمه كيږي چي هنرمنددهغه په وسيله هغه راګ معرفي كوي چي دي يي وايي ،په موسيقي كي دغولنډوجملو اودمنطومو كلماتومجموعي ته د راګ يا خيال ( ټيكه ) وايي لكه يوڅوك چي ووايي : ددي كورجوړول مي په ټيكه يا اجاره اخيستي دي ،داهماغه ټيكه ده چي ديوه ځانګړي راګ اوخيال دپاره ټاكلي شوي ده او دهمدي ټيكي په وسيله دغه راګ پيژندل كيږي ،كه څه هم دراګ دپيژندګلوي اساسي ځانګړتيا وي خودهغه موزيكال جوړښت دهغه دسرونوتعداددهغه رفت اوامد(اروهي اوامروهي ) اودهغه وادي اوسم وادي سرونه دي خوبيا هم ټيكه يوداسي قرارداددي چي په كاسيكه موسيقي كي هرراګ ته ايښودل شوي دي ، په دغه شان موسيقي كي دطبلي ډير مغلق پيچلي اوبلندپت تالونه لكه تين تال ،جب تال ، روپك تال اونور....كارول كيږي
نيمه كلاسيك :داموسيقي دلومړي ډول په پرتله زياته پيچلي اومغلقه نه ده ،تان په كي وهل كيږي سرګم (سا،ري،ګا ،ما ،پا ،دها ،ني ،سا )په كښي استعماليږي دتالونورفتارهم دمغلقي كلاسيكي په تناسب يوڅه تيز اوګړندي وي
خيال :خيال دموسيقي هغه صنف دي چي دكلاسيكي موسيقي نه وروسته كتګوري كي راځي داډول موسيقي دكلاسيكي موسيقي په نسبت يوڅه اسانه اوساده وي ،يا دراګونولفظي ټيكي په كي داروهي اوامروهي دګردشونوپه توګه ويل كيږي اوياديوه ښكلي شعريوه برخه انتخابيږي اوهنرمند دبيلابيلوموزيكالو ګردشونوپه كارولوسره ټاكل شوي راګ زمزمه كوي دساري په توګه دبهروي دخيال يوه لفظي ټيكه چي داسي ده :(بازوبنده كهلوكهلوجا) په خيال كي دطبلي تال هم دكلاسيكي موسيقي په پرتله دومره مغلق اوسخت نه وي معمولآ ددوهم كلاس له تالونوڅخه كاراخيستل كيږي لكه دادره ، كهروا،ټاپيه ،ګيده اوداسي نور.....خيال دمغولي شاهانوپه دربارونوكي ډيرمروج و،اوپه همهاغه وخت كي يي ډيره پراختيا موندلي وه.
كتك موسيقي : كتك موسيقي دختيځي موسيقي ډيرپه زړه پوري صنف دي دكتك موسيقي معمولآ دكلاسيكونځاګانولپاره استعماليږي ،اوهمداراز دهندوانوپه مذهبي مراسمو اونورو مناسبتونوكي هم خاص اوځانګړي ځاي لري .
ترانه :ترانه د ختيځي موسيقي يوبل ډول دي چي دټيكي الفاظ يي دطبلي بولونه تشكيلوي سندرغاړي دټاكلي راګ پا خيال پرمهال دطبلي بولونه يعني لفظونه زمزمه كوي اوپه دي توګه دراګ يا خيال جوړښت د خپل اوازپه وسيله انځوروي دمثال په توګه دخداي بخښلي استادرحيم بخش هغه ترانه چي په بهروي راګ كي ويل شوي ده
نادردرتم ،تانه ديم ،ته دري نا _ نادردرتم ،تانه ديم ،ته دري نا
غزل : غزل دشرقي موسيقي ډير خوږ اوزړه پارونكي صنف دي چي بي شميره مينه وال لري خودهنرمندانوشميريي دګوتوپه شماردي ځكه چي داصنف ځانته ځانګړي سندرغاړي اوله سر اوسوزه ډك اغيزلرونكي اوازغواړي ،يوازي هغه څوك ښه غزل ويلي شي چي د رسا ،ښكلي اوجادويي ږغ څښتن وي ،دا چي غزل دشرقي موسيقي ډير طناز، پارونكي اوخوږصنف دي ،په هندوستان اوپاكستان كي هرسندرغاړي دي ته نه حاضريږي چي دغزل سندرغاړي شي ،ځكه هغوي پوهيږي چي دموسيقي دامينه ناك صنف دڅه رازسندرغاړي اواوازغوښتنه كوي ، هغوي په دي باوردي چي هرڅوك نشي كولاي دغزل سندرغاړي شي اوكه چيرته داكوښښ هم وكړي نوكه دغزل ويلو لازم صلاحيت ونه لري ډيرژر به ددي غښتلي لوبي له ميدانه خارج شي .
په هندوستان كي دغزل اوسني مشهوراوپياوړي هنرمندان جيګ جيت سنګ ،انوب جلوتا ،پنكهچ اودهاس دي ،په پاكستان كي دغزل پياوړي سندرغاړي مهدي حسن صاحب ،اوغلام علي دي ،زموږ په هيوادكي متاسفانه دغزل داسي نامداره سندرغاړي نشته چي دلته مي نوم اخيستي واي ،خوپه پخواكي ډيرښه غزل ويونكي موجودوو،لكه استادقاسم ،استادشيدا ،استادسراهنګ ،استاد اولمير ،استادنبي ګل، استادرحيم بخش استاديعقوب قاسمي ،استادموسي قاسمي .
لايټ غزل :دا ډول غزل دكلاسيك غزل سره يولږ غوندي توپير لري اوتوپير يي په دي كي دي چي دكلاسيكي غزل په پرتله يي دطبلي تالونه لږګړندي اوتيزغوندي وي اوهم په كي ځيني غربي الات هم كارول كيږي ،دمثال په توګه دپاكستان ډيرمشهور قوال نصرت فتح علي خان چي اوس مړدي پخپلو غزلوكي له ساكسافون څخه چي يوه غربي آله ده اوپه جازموسيقي كي استعماليږي ګټه اخيستل ،اويا دپنكچ اودهاس اكثرغزل ،لايت غزلونه دي ،دغه رازدهند په سينمايي موسيقي كي هم له لايت غزل نه ډيره استفاده كيږي اوتقريبآ اوس دغزل داطرز داوريدونكودډيري پاملرني وړګرځيدلي دي
قوالي :په دي هكله خومواصلي بحث پيل كړيدي ،ځكه خودقوالي دښي پيژندني په مقصدمجبورشوچي حداقل دشرقي موسيقي په نوروا ساسي تقسيماتواوبنسټونوباندي هم وږغيږو ،خو په لنډه توګه ويلي شوچي قوالي موسيقي دختيځي موسيقي هغه صنف دي چي په زياته توګه اوكه ووايوپه كامله توګه دتصوف اوروحانيت په بنيادونوراايجادسوي ده، نوخطا به مونه وي كړي ځكه ددي موسيقي ايجاددهغه بيسټيزتاريخ اوجوړښت ته كه نظرواچوو،داخبره بيخي څرګنده اوله ورايه ښكاري خوهغه څه چي دي خبري ته لاپيا وړتيا وربخښي هغه همدااوس دقوالي داستعمال اوږغولوطرزاوطريقه ده ، په هندوستان اوپاكستان كي ددي موسيقي ترسره كولوته كه وګوروداموسيقي تل دلويو پيرانوپه زيارتونواونورومقدسوځايونوكي ترسره كيږي ترڅودخداوندي جلال ډيرښه رياضت ترسره شي لكه لعل وشهبازقلندر،سيوڼ شريف ،په هندوستان كي هم ددغه شان قلندرانوپه زيارتونو، ددوي دعرس په مراسمواويانوروخاصووختونوكي ږغول كيږي چي روحاني ځانګړي كيفيت اودوجد اوسماع نوراني ماحول رامنځته شي كه څه هم چي قوالي يوازي دتصوف اوروحاني كيفيت له مخي ايجاد شوي خواوس له مذهبي اوصوفيانه حدودونه رابهرشوي هم ده دهندوستان د فلمونوپه اكثروعاشقانه صحنوكي ورته ځاي وركړ شوي دمثال په توګه دليلي اومجنون دفلم زياتي سندري قوالي سندري دي اويادي ته ورته موسيقي ده .
زموږ په هيوادكي متاسفانه قوالي موسيقي دومره شهرت نه دي موندلي اونه هم داسي پياوړي اودپاملرني وړكسان شته چي په دي برخه كي علمي زده كړي ولري اويا هم ددي موسيقي درواجولوپه كاركي ونډه واخلي ،هسي خوپه ظاهره دكابل په شوربازار اوزاړه ښاركي يوه يادوي خانقاوي شته چي دجمعي په شپه دچشتيه طريقي ځيني پلويان ورته راځي دموسيقي محفل جوړوي او صوفيانه موسيقي ږغول كيږي اوكله ناكله ځيني سندرغاړي دنوروهيوادونودقوالانودسندروڅخه په پيروي اوتقليد دقوالي په نوم څه ناڅه زمزمه كوي خودادقوالي موسيقي له ماهيت اواصليت سره ډير توپيرلري دايوازي نعتيه كلامونه دي چي دموسيقي سره يوځاي ويل كيږي خوهيڅكله ورباندي دقوالي اطلاق نشوكولي .
دپښتنوپه موسيقي كي هم دقوالي ځاي خالي دي اوداډول صوفيانه اوروح ته پياوړتيا وركوونكي موسيقي متاسفانه په پښتني ټولنه كي لاتراوسه عموميت نه دي موندلي اونه هم دپښتوژبي سندرغاړولاتراوسه دارازنوښت ته لاره موندلي ده ،دپښتنوكليوالي موسيقي دپښتنودكلتوراوفرهنګ هغه لويه اوستره خزانه ده چي تل به دپښتنوپه كلتوري تاريخ كي دپام وړځاي ولري خوپه ډيره خواشيني سره بايد ووايوچه په پښتنوكي لاتراوسه داسي پياوړي سندرغاړي ندي راپيداشوي چي هم دموسييقي په اصولواوبنسټونوباندي ښه وپوهيږي اوهم داسي علمي صلاحيت ولري چي دپښتوموسيقي درواجولو،اومعرفي كولوپه كاركي دهيوادپه دننه اوله هيواده بهر نړيوالوته داموسيقي وروپيژني او ددي موسيقي په پيژندنه اومعرفي كي لويه ونډه واخلي
خوددي پرخلاف اوس غيرپښتانه لګيا دي ترڅودپښتوموسيقي له لاري ځانونو ته شهرت وګټي اوداهڅي يي پيل كړي چي دپښتوكليوالي موسيقي ډيرواصيلوسندروته دوخت اوموډسره سم داسي رنګ اوروغن وركړي ترڅو له دي لاري شهرت ته ورسيږي
خبره په قوالي موسيقي وه په پښتوموسيقي كي دقوالي موسيقي رواج ترډيره حده نه ليدل كيږي اوكه ووايوهيڅ نشته نوګومان كوم چي څوك به موددرغوپه ګناه تورن نه كړي
دپاكستان په پښتني معاشره په خاصه توګه دپيښورپه مركزاوشاوخواكي به كله ناكله يو ه اونيم پښتون سندرغاړي داهڅه كوله ترڅو قوالي ووايي اوځيني وختونه به يي داردوژبي نه په تقليد اوپيروي قوالي سندري ويلي ،دمثال په توګه يووخت خيال محمد داردوله طرزنه يوه دقوالي سندره راكاپي كړي وه خوشعريي پښتووو چي ډيره مشهوره شوه دهغي سندري شعرداسي و:
ولګوي دم دم _ ورك به موشي غم غم
علي علي دم دم _ علي علي دم دم
خومتاسفانه اوس هغوهڅوته هم دسندرغاړوله لوري دپاي ټكي ايښودل شوي دي
يوه خبره چي ويل يي ډيرضروري ښكاري هغه داده چي دپښتنوپه ښاري اوكليوالي ژوند دواړوكي دځينوعنعنوي تعصباتوله امله د موسيقي دږغولو، رواجولو،اوپياوړتيا په وړاندي ډيرخنډونه شته چي داخبره ډيره دانديښني وړده اوددي ويره شته چي دپښتنو كليوالي موسيقي چي ددي قوم دكلتوري اوفرهنګي شناخت يوه ډيره ستره برخه ده بيخي له منځه لاړه نشي
",قوالي دتصوف روحاني زمزمي
2702,عبدالله احسان - هالنډ,"
دوشنبې د غويي ٢٦مه ( عبدالله احسان )
په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني
د ارواښاد استاد جان محمد پکتا پلار ، او ارواښاد ف فضلي
يادغونډه جوړه کړه
د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي دمياشتي پر ٢٤مه نېټۀ په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني له خوا د اوتريخت په ښار کي د هيواد د پياوړي او تکړه استاد خدای بخښلي جان محمد پکتا پلار او خدای بخښلي استاد ف فضلي يادغونډه جوړه شوه .
په نوموړې غونډه کي چي دماځيګر پر اووه بجې پيل او تر لسو بجو روانه وه په هالنډ کي د يو شمېر فرهنګپالو او فرهنګيانو تر څنګ په بلجيم کي د افغانستان د پوهاوي ، مرستي او پيوستون ټولني ، جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني ، په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې تر تر مشرانو او استازو برسېرهيو شمېر ليکولو او د افغانستان د تياتر او سېنما پخوانيو کارکوونکو او مينه والو برخه لرله .
د غونډي چلوونکې د افغانستان د راډيو او تلويزيون تکړه نوميالۍ ويانده ، ليکواله او شاعره اغلې سهيلا اصغري وه .
په پيل کي د ښاغلي عبدالله نيازي له خوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت او دعا په ويلوسره پيل غونډه پيل شوه .
ورپسې د افغاني کلتوري ټولني مشر ليکوال او شاعر ښاغلي رحمت ګل ځواکمن خپله پرانستونکې وينا واوروله ، مېلمنو ته يې ښه راغلی ووايه ، او د ارواښاد جان محمد پکتا پلار او ارواښاد استاد ف فضلي په اړه يې خپله ليکنه ولوستله ، د غونډي وياندي اغلي سهيلا اصغري د خدای بخښلي استاد جان محمد پکتا پلار ژوند ليک ولوسته ، اوښاغلي ذبيح الله انيل د ارواښاد استاد ف فضلي ژوند ليک واوراوه ، او همدا ډول يې د هغه سره د ګډ کار څو خاطرې واورولې .
دغونډي چلوونکې اغلي سهيلا اصغري غونډي ته د بېلابېلو هيوادونو څخه د فرهنګي ټولنو له خوا راغلي پيغامونه ولوستل ، غونډي ته ددغو ټولنواو فرهنګپالو پيغامونه رارسيدلي وو :
د کابل څخه د ښاغلي عنايت صافي پيغام، د افغانستان د سهيل لوېدېځي حوزې د ليکوالواو فرهنګي ټولنو په استازيتوب دعلامه رشاد بابا ( رح ) د ادبي بهير پيغام، د کابل څخه د هوسۍ مجلې پيغام ، د واشنګټن څخه د ښاغلي غفور لېوال پيغام، په استراليا کي د افغانانو د فرهنګي ټولني پيغام، په انګليستان کي د پښتو ادبي جرګې پيغام ، په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني پيغام، او يو شمېر نور . . .
په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر څېړونکي او ليکوال ښاغلي زرين انځور ، په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني پيغام د هغې ټولني منشي ښاغلي محمد عاشق غريب او په بلجيم کي د افغانستان د پوهاوي ، مرستي او پيوستون ټولني په استازيتوب ښاغلي حاجي امين باوري د خپلو ټولنو پيغامونه ولوستل .
په غونډه کي ليکوال ، ژورناليست ، او افغانستان د راډيو تلويزيون پخواني کارکوونکي ښاغلي محمد اصف وردګ د ارواښاد جان محمد پکتا پلار او ارواښاد استاد ف فضلي پر ژوند په تفصيل سره خبري وکړې .
ورپسې د افغانستان د راډيو تلويز ن وياند او د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزير ، ليکوال او شاعر ښاغلي خيال محمد کټوازي د ارواښاد ف فضلي په اړه د هغه وخت څو خاطرې يادي کړې . او د هغه د هنري ژوند پر بېلابېلو برخو يې رڼا واچوله .
تکړه ليکګر ، انځورګر او نقاش ښاغلي همايون عاطفي د سېنما ، تياتر ، او تمثېل پر ازرښت خپله مقاله واوروله . د ياودوني وړ ده چي د ستېج شاته ليکنه ، او د ارواښاد ف فضلي پوتريت د ښاغلي عاطفي دلاسي کار بېلګي دي .
تر دې وروسته د هيواد د تياتر او سېنما تکړه ممثلي اغلي ستوری منګل د استاد جان محمد پکتا پلار او ارواښاد ف فضلي د ژ وند په اړه خپله مقاله ولوستله ، او د هغوی سره يې د خپل ګډ کار د وخت د بېلابېلو برخو په اړه مالومات واورول .
ښاغلي ډاکټر سيد نصير احمد د افغانستان د تياتر او تمثيل په اړه يو انځوريز پروګرام جوړ کړی و چي بايد د پردې پر مخ ښودل شوی وا ی ، دا پروګرام د تخنيکي ستونزو له کبله ونه ښودلای شو . تر تفرېح وروسته د پردې پر مخ د کونډي زوی په سريال کي د ارواښاد ف فضلي د رول څوبرخي وښودل شوې . او تر دې وروسته يو کال مخکي د اغلي ستوری منګل سره د ارواښاد ف فضلي ويډيووي خبري وښودل شوې ،دا ويډيوي مرکه تېر کال اغلي ستوری منګل د کابل د سفر پر وخت د خدای بخښلي استاد ف فضلي سره کړې وه .
دغونډي په وروستيو کي يو ځل بيا ښاغلي محمد اصف وردګ ته بلنه ورکړه شوه چي د ارواښاد استاد جان محمد پکتا پلار او ارواښاد استاد ف فضلي د ژوند پر هغو برخو چي دوی ته مالومي دي وږغيږي . ښاغلي محمد اصف وردګ د غونډي د برخه والو ځينو پوښتنو ته ځوابونه وويل .
ورپسې اغلي ستوری منګل هم د خپل کار د وخت څو خاطرې د ستېج پر مخ واورولې .
د ټولني د مشرتابه له خوا اغلي سهيلا اصغري ته د ګلونو د ګېډۍ په ډالۍ کولو سره په غونډه کي د ټولو برخه والو څخه په غونډه کي د هغوی د ګډون څخه مننه وشوه ، او د افغانستان د اسمان د دوو ځلانده ستورو پاکو ارواحونو ته دعا وشوه .
غونډه د ماخستن پر لس بجې پای ته ورسېده .
ليکوال او شاعر ښاغلی رحمت ګل ځواکمن پرانستونکې وينا کوي
د راډيو تلويزيون تکړه ويانده اغلې سهيلا اصغري د پلار صاحب ژوندليک لولي او راغلي پيغامونه لولي
دسېنمااو تياتر لوبغاړی ښاغلی ذبيح الله انيل د استاد فضلي ژوند ليک او يادونه اوروي
ښاغلی محمد اصف وردګ د تياتر د دوو استادانو (راواښاد پکتا پلار ، او ف فضلي ) خاطرې بيانوي
ډاکټر سيد نصير احمد دافغان تياتر انځوريزه ننداره چمتوکړې وه .
ښاغلی زرين انځور په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې پيغام اوروي
ليکوال او شاعر ښاغلی خيال محمد کټوازی د ف فضلي پر هنري ژوند ږغيږي
د تياتر او سېنما تکړه لوبغاړې ستورۍ منګل دپلار صاحب او ف فضلي پر هنري کارنامو ږغيږي
په غونډه کي د هالنډ له دننه او بهر څخه ليکوالو او فرهنګپالو برخه لرله
ليکګر ، انځورګر او نقاش ښاغلی همايون عاطفي د تياتر پر ارزښت رڼا اچوي
د غونډي يوه څنډه ( ښاغلی محمد اصف وردګ ښاغلي خيال محمد کټوازی او د غونډي نور برخه وال)
ښاغلی محمد عاشق غريب د افغانستان د کلتوري ودي ټولني پيغام لولي
ښاغلی حاجي امين باوري دارواښاد پکتا پلار او ف فضلي روح ته دعا کوي
د غونډي يوه څنډه
د پردې پر مخ د ارواښاد ف فضلي سره د اغلي ستوری منګل مرکه ښودل کيږي
د سېنما اوتياتر تکړه لوبغاړی ښاغلی احمد شا بهاندد غونډي جريان ثبتوي
د پردې پر مخ د ارواښاد ف فضلي سره د اغلي ستوری منګل مرکه ښودل کيږي
له راستې خوا : د راډيو تلويزيون تکړه ويانده اغلې سهيلا اصغري او د سينما او تياتر لوبغاړې ستوری منګل
د هجرت سېنما يي فلم لوبغاړي علي سعيد ، -- ؟ -- همايون عاطفي ، خسرو ، او ذبيح الله انيل
د ټولني مشرتابه له اغلي سهيلا اصغري له همکارۍ نه مننه وکړه
",په هالنډ کي د تياتر د ځلانده ستورو يادغونډۀ جوړه شوه
2703,,"
سيد مخدوم رهين د قضاوت په تله كې (لومړى ټوك) دهغه کتاب نوم دی ، چې ټولټال ۵۵۲ مخونه لري او څو برخې لري . چې په بېلابېلوخپرونوکې خپرې شوې ليكنې، تبصرې، شننې او رپوټونه په كې په پښتو او دري ژبو راغلي دي.
خپرندوی يې افغان ولسپال ځوانان دي چې دماخذتونو په برخه کې يې ۸۴ سرچينې په ګوته شوي دي . په دې كتاب كې د افغانستان د ملي مسايلو په باب هغه اوږد بحث هم رااخيستل شوى چې دوه كاله وړاندې د افغانستان د راډيو- ټلويزيون له لارې خپور شو.
لکه څنګه چې په سريزه کې يادونه شوې دابه ددې لړۍ لومړۍ هڅه وي اونورټوکونه به يې هم خپرېږي . ځكه چې پر دې كتاب ليكل شوي چې (لومړى ټوك).
سيد مخدوم رهين هغه وزير دی چې په دې تېرو کلونوکې په لسګونو اوپه سلګونو ليکنې پسې شوي ، ښايي په دې باب د ښاغلي رهين خپل غبرګون ډېرتوند وي ؛ خوبياهم څرګنده نه ده چې داکتاب چېرې چاپ اوافغان ولسپال ځوانان څوک دي ؟.
افغان ولسپالو ځوانانو له نورو لوستونكو او مينه والو څخه په ټينګه غوښتنه كړې چې په دې باب دې خپلې اړوندې ليكنې د دوى د برېښناليك پر پتې ولېږي، چې په نورو ټوكونو ترې كار واخلي.
--------------------------------------------
دغه كتاب په دغو كتابپلورنځيو كې ترلاسه كېږي :
يونيورسټي بک ايجنسي ، خيبربازار - پېښور
سرحدبک ايجنسي ، خيبریازار - پېښور
نوموړى كتاب د افغانستان په ولايتونو او كابل كې هم موندل كېږي.
بيه : ۱۰۰ کلدارې/ په افغانسان كې ۱۰۰ افغانۍ
دخپروونکو دبرېښناليک پته : brishnalik@yahoo.com
او ويبپاڼه: www.raheen.worbal.com ",سيدمخدوم رهين دقضاوت په تله کې
2704,,"
٢٧ د غويی ١٣٨٤
(بي بي سي ): په کابل کې د ايټاليې يوه خيريه کارکونکې چې کلمينتينا کنتوني نوميږي، تښتول شوی ده.
داسې ګمان کيږي چې تښتونه د ماښام د اتنيمو او نه نيمو بجو تر منځ شوی ده. د راپورونو له مخې خيريه کارکونکې د کابل په يوه مرکزي سيمه کې وه چېدوو موټرانو د دې د موټر مخه ونيوله او وسله والو کسانو د دې د موټر شيشې ماتې کړي او دا يې په زور وتښتوله.
په کابل کې د تير اکتوبر راهيسې دا لومړۍ ځل دی چې د لويديځ يوه وګړی تښتول کيږي.
",په کابل کې يوه ايټالوي ښځه تښتول شوی
2705,,"
کابل : سې شنبه دغويي ١٧مه
د ولس مشرحامدکرزي ویاند جاوید لودین وايي دولت واردمخه لاهغوبهرنیانو ته چي په افغانستان کي کارکوي دترهگروبریدونو دکیدو خبرداری ورکړی وو . په تیره بیا هغوکسانوته چي په نوي ښارکي استوگنه لري .
ښاغلی لودین زیاته کړه دا فغانستان دولت دملگروملتونودسازمان اونورونړیوالو خیریه ټولنوکارکونکوته ویلي ووچي دامنیت مسله دي په ټینگه په پام کي ونیسي یوازي اودشپې ترناوخته پوري دي په ښارکي تگ راتگ نه کوي .
خوسره لدې دافغانستان ددولت امینتي ادارې هڅي کوي چي دپاملرني دنړیوالي خیریه موسسې دتښتول سوي کارکونکي خوندي خلاصیدل یقیني شي
ښاغلي لودین وویل هیله منددی چي ایتالوي میرمن کلمنیتونیا کنتوني به خوندي راخلاصه شي اودولت به ددې لپاره دهیځ ډول هڅي سپماونکړی .
ده وویل دافغانستان دولت ددې ایتالوي میرمني په تښتوني چي له دووکلونو زیات وخت یې په افغانستان کي په مرستندویه پروگرامونوکي کارکړی وو اود افغانستان خلکوته یې خدمت کاوه خواشینی دی .
میرمن کلمینتینا کنتوني ددوشنبې په ماښام کابو اته بجې دکابل دځلورمې حوزې دنوي ښارله سیمي څخه تښتول شوې
دمعتبرونړیوالوخبری اژانسونودپاملرني دموسسې له ریس پاول بارکرڅخه په نکل لیکلی څلورو وسله والوکسانود دودیرش کلني کلمینتونیا دسپرلۍ موټردرولی اودوسلې په زور یې هغه په خپل موټرکي کښینستوته اړایستلې ده .
رویتر اواستوشیتیدپرس دافغان دولتي چارواکوپه نکل لیکلي چي دطلاگي په نامه دیوه سیمه ایزغله وسله والو کسانو ددې ایتالوی میرمنی دبرمته کولوپړه اخیستې .
طلاگی څه موده دمخه دشوکمارۍ په تورنیول شوی او د دولت دامنیتی ځواکو نو په توقیف کي دی یوشمیرراپورونه وایي وسله والوملگرویې پخوالا دخپل مشردخلاصون لپاره دداسي برمته نیونوگواښونه کړي وو
که څه هم دافغانستان ددولت دریاست ویاند جاوید لودین دطلاگي نوم وانخیست اوداونه ویل چي دپیښي ترشادي دکوم ځانگړی گروپ یا کومي ترهگري ډلي لاس وي خودامکانات ییې رد نه کړل چي په تښتونه کی دي دهغي ډلي لاس وي چي تیرکال منی یې دملگروملتون درې کارکونکي یرغمل نیولي وو.
ښاغلی لودین وویل گواښونه شوي وو ځکه دولت په دې وروستیوکی یو شمیر کسان نیولي وو اوداتمه کیده چي دنیول شویو کسانوملگري دي داسي کوم عمل ترسره کړی
هغه راپورونه چي دملگروملتونو د ادارو له خوا خپاره شوي ښیي چي په تیرو دوو کلونو کي په ټول هیوادکي دمرستندویه ټولنواوانجوگانوکابویوڅلویښت کارکونکي وژل شویدي .
اوتېرمنی په کابل کي دملگروملتونودانتخاباتوددفترددریوکارکونکوله یرغمل کیدو وروسته ایتالوی کلمینتینا کانتوني تښتونه په افغانستان کي دمیشتو بهرنیان دیرغمل نیوني دوهمه پېښه ده
له بلي خوا په ایټالیاکي دمیرمن کانتونی کورنۍ دیوه بیان په خپرولوسره دهغې دژراو خوندي خلاصون هیله کړې.
",بهرني اتباع بايد يوازي ، او د شپې ونه ګرځي
2706,نعمان دوست - کابل,"
١٣٨٤ د ثور ٢٧ مه
کابل دزمان خان کلا
چنا ر څنګه مات شو ؟
دموټر له يو نا څاپي بريک سره د ناستو کسانوخولې پر څو کيو ولګېدې ، د خير چيغه لکه دسګرټ لوګى په موټر کې تا وه را تاوه شوه . دموټروان سترګې په وړه ښيښه کې ښکاره شوې .
پرسړک ولا ړ کس چې ، کلاشينکوف يې او ږه کې بند و ، د څنډې ته کېدو اشاره وکړه او بيا په بېړه موټر ته راو خوت .
دهغه دښوى مخ په پورتنۍ برخه کې يوازې له يوې تورې زخې دوه درې تاره وېښتان را ځړېدلي وو، په ببر و او دوړنو وېښتانو يې تور دستمال راتا و کړى و. وړې او تنګې سترګې يې هغه وخت لا پسې تنګې شوې چې کله يې د ټوپک په شپېلۍ يوتن وسيخه .
ټول غلي وو، موږ نه وړاندې درې موټرنور هم ولاړ وو، دموټرو تر مخه پر سړک زنځير تېر و او دزنځير لاند ې دټانک چين نه پوله جوړه شوې وه . دواړوخواته ګوته په ماشه کسان ولاړ وو.
زموږ موټر هم ورو- ورو دولاړو موټرو تر څنګ ودرېد ، دوه کسان چې د شونډو پرسريې دوه و ړو سوريو دپوزې نښه ورکوله را وختل .
دواړو دټوپکو شپېلۍ ناستو کسانو ته نيولې وې او موږ لکه دښکار يانو د ډنډ بوتان غلي ناست وو.
زما خواته پريوې څوکۍ دسپين ږيري سره جوخت يو تنکى ځوان چې اينه دار ه واسکټ يې په تن او نيمکله خولۍ يې پرسر وه ، ناست و. شونډې يې تلې او راتلې او سترګې يې په رپا وې . کله يې چت اوکله يې خپلو زنګنونو ته کتلې .
شېبه پس يې دټوپک ميله په او ږه ونښته ، او وارونه خو پرې هغه وخت زيات شول چې کله يې له خولې د ( وه خدايه ! ) کلمه ووته .
هغه ټولوته ډنډ سترګې را واړولې خو هيچا ورته پرته له سترګو ټيټولو نورځواب ورنه کړ .
دکنداغونو او لغتو په وهلو يې له موټر نه ښکته کړ
سړک نه وړاندې پر کټ غټ پرېړ سړى چې کټ نه يې ډډې راوتلې وې ، يو بغله پروت و، پرمېز يې دتومانچې ترڅنګ دسګرټو قوتۍ ايښې وه ، کټ نه څو ګامه وړاندې اته نهه کسان دپښو پرسر ناست او سترګې يې پرځمکه نښلولې وې .
دى يې دکټ مخ ته ورته ودراوه، پرېړ سړي ښکته پورته وروکتلې او بيايې تو مانچه دښي لا س په ګوته کې په څرخېدو شوه . دنوم پو ښتنه يې ترې وکړه ، په خبر ويې پوه نه شو ، غلى ولاړ و، خو دواړه سترګې يې دهغه په تو مانچه نښتې وې ، هغه بيا پرې غږ کړ . ده ورو وويل : ( چنار ) ددې نوم په اورېدو لکه وږى تمساح په کټ کې تاورا تاو شو ، لاس يې دهغه تر ګريوانه ورورساوه او بيا يې له يوه ټکان سره په ناستو کسانو وغورځاوه.
خپلو ملګرو ته يې څه وويل او بيا سمدلاسه يې دهغو لرګيو کوټې ته ودراوه چې لا يې پر څوکو دديوالونو وچې شوې خټې نښتې وې
هغه لکه په لرګي چې بدل شوى وي، پوه شو چې دلرګيو ماتولو امرورته شوى خو چې څنګه يې تبر تر سترګو نه شو نوغلې پاتې شو .
پر کټ ناست سړي تر سترګو لاندې څاره ، زړه يې تنګ شو ،له کټ نه يې ټوپ کړ په يوه لغته يې پر لرګيو خطا کړ ، هغه ورو وويل : قو ماندان صيب تبر نه شته ، څنګه يې مات کړم ؟
هغه نور هم تورشو ، په غوسه يې ووېل ( زبان ته ميبروم ) اوبيا يې په خوله لغته ورکړه ، پرسمټي لښتي يې پړمخې وغورځاوه ، غټه تيږ ه يې په دواړو لا سونو را پورته کړه او بيا تر څو چې مونږ سترګې پټولې، له يوې لنډې چيغې سره مو دهډکو کړچهار غوږو ته راورسېد .
",چنار څنګه مات شو ؟
2707,,"
١٣٨٤ دغويي ٢٥مه ( عبدالهادي ریشاء)
انسانان ، او خصوصاً د انسانانو ماغزه هم عجب خلقت دی .
تا سو پوهېږئ چي هر ساعت او هره ورځ دوی په مغزو کي څه شور ما شور ، څونه نوي نوي او رقم رقم فکرونه پیدا کیږي ، چي دبعضو کسانو اندېښنې بیلي او دبعضو هم بیلي وي .
موږ له ظاهري کړو وړو څخه د ځينو اټکل کولای سو، مثلاً: یو دپيسو په فکر وي ، بل د دښمنۍ یا انتقا م په سوچ کي ، بل دجنګ او نورو نورو فکرونو کي وي ، خود ځینو کسانو افکار بیا بيخي ما سِوا وي ، چي هغه موږ نه ليدلي ، نې تخمين کولای سو او نه په پوهيږو، مثلاً: که د عالمانو، پوهانو ، کا شفينو ، او مخترعينو افکارو ته ځير سو- نه پو هيږو ، چي د دوی په اذ ها نوکي څه تا وبالا کيږي ، فکر یې په څه اړ دئ او کمي معظلې حلوي . خوبيا چي دنورو کا شفينو مخترعينو دفکر محصولاتوته وکتل سي ،کوم چي نن ورځ په دنیا کي دخلګو په خدمت کي دي ، نو پو هيږو چي دا ټول اختراعات دمخترعينو دمغز و محصول دی لکه موټر ، الوتکه ، تلويزیون ، مو بايل و غيره
د مغزو دا کتشافات تمام هم نه لري . څو انسانان وي ماغزه به وي ، چي ماغزه وي کشفيات به وي او وړاندي تګ به وي . په دې وخت کي وماته دا چرت راولويږي ، چي په نړۍ کي له دې مو جوده ساينس او ټکنالوجۍ څخه ، چي بعضومخترعينو دا شيان را ايستلی دی دا خوموږ وينو او منو اودا خو ديو څوکسانو کشف ، اختراع او جوړښت دئ . اوس نو که فکروکو دانسانانو دپيدايښت څخه بيا تر نن پوري په مړ وکي داسي عالمان ، کا شفين په مليارډو دخپلو ډکو کلو سره عدم ته تللي او خاوري سوي دي ، چي بولګه یې لانه ده پاته . (د بابا آدم له وخته څخه به يې نه سره محاسبه کوو نوریې په چوټ کی درايله ) فقط د پنځه زرو کالو را وروسته ، چي هغه کاشفين په نظرکي ونيسو، چي د دوی په مغزوکي د دا ډول نو وکشفياتو طرحي ، فارمولې او نوښتونه موجود وه ، خود عملي کېدو سايل نه وه ور ته موجود ، يا یې نور موانع درلودل ، نو دغسي دخپلو ډکو پرُ پيمانه مغزو وسره خاوري سوي دي ، چی درک وخرک یې ورک دئ .
ښه نو ، نن ورځ چي موږ هم کمپيوټر لرو، هم یې استعمالو او په مثل یې نور اخترعات هم د انسانو په خدمت کي موجود دي . نو که هغه دعلم او کشف ډکي- مالا مال کلې ، چي خاورو ته تللي او خاوري سوي دي که دهغو عالمانو کشفيات هم اوس موجود وای او د دې اخترعاتو اوايجاداتو سره پتليس سوي وای تاسي څه فکر کوئ ، چي اوس به نړۍ څه ډول بڼه درلودای ؟ په دې حساب ، چي زه ورته ګورم اقلاً دوه زره کاله دمخه بايدموږ کمپيوټر درلودای اونور اقسام دکشفيا تو به هم ميانځ ته راغلي وای او انسانو به کټي ځني اخستلای . نو دغه کارونه ، چي نن روځ موټر، طياره ،کمپيوټر وغيره اجر کوي ، که له هغه وخت څخه داسي اخترعاتو ادمه پسي پيداکړې وای ، نو دا د نن ورځي تخنيک ، چي موږ لرو په دې حساب لکه چي وړاندي مي وویل ، بايد دوه زره کاله پخوا موږ کمپيوټر درلودای نوهغه کارونه چي نن موږ په موټر، طياره، کمپيوټر، موبايل ....... سره اجراء کوو بايدچي نن دا کارونه په اِشارو او تصوراتو سره موږ عملي او اجراء کولای او که بيا اکتشافاتو او اختراعاتو چپه فيرکړئ وای يعني پر اسلحو او بمانو زور لوېدلئ وای ، نو اوس به داخاکي کُره د اِيرو او پړوندو کره وای .
څنکه یې بولې داهم يو تصور وو .
",تصور
2708,جلال احمد امرخېل,"
چا دې وطنه له جبين نه غمي پور اخيستي
چادې د سترګو ائين نه غمي پور اخيستي
ځنو سرلوړی هندوکش په اجاره نيولی
چا د امو له تاترين نه غمي پور اخيستي
دا تور چې نن ورباندې ښکلي او ښايسته ښکارېږي
دوي خو دا ستا له لونګين نه غمي پور اخيستي
ماښامه ته چې سور او سپين ېې تا زما د اشنا
د اننګو له ماسپښين نه غمي پور اخيستي
که ټول پنجاب ورباندې راکړي سر په سر به نه شو
پېغلو ېې دومره اباسين نه غمي پور اخيستي
دا چې وزرې کوي لمر ته او سپوږمۍ ته خيژي
ټولو زمونږ قران او دين نه غمي پور اخيستي
د امرخېل د غزل هار که په نازونو راغی
پوه شئ چې بيا ېې نازنين نه غمي پور اخيستي
جلال احمد امرخېل ",غــــــــزل
2709,جلال احمد امرخېل,"
چې د قران په سر مې وينه توی شي
ما د عثمان غوندې اصيل کړې ربه
د ابرهه لښکر کعبه ورانوي
بيا رانازل پرې ابابيل کړې ربه
زمونږ کتاب ته چې په سپکه ګوري
ته ېې په خپل قهر ذليل کړې ربه
د وخت فرعون چې په کې غرک و پرک شي
زما دا اوښکې رودنيل کړې ربه
",چې د قران .................
2710,نصرت الله( الهام) خدرخېل,"
له يوې مخې به تمام ماتېږي
هم به سليب او هم به رام ماتېږي
هغوی به څنګه ښکلا وپېژني
هلته پياله ماتېږي جام ماتېږي
وس چې شمله دپتلون پښوکې غورزي
وس به غرور زما دقام ماتېږي
دادالف په څېر چې نېغ ولاړدی
يووخت به داهم لکه لام ماتېږي
شعرکې چې ونډه دجزبې ډېره وي
په کې اډوکي دپيغام ماتېږي
دمېخانې په څنګ کې مه زه شېخه
عهد که پوخ وي اوکه خام ماتېږي
دلته دکاڼو واکمني ده خود به
دزړه هنداره دالهام ماتېږي
",غزل
2711,نصرت الله( الهام) خدرخېل,"
لکه بې هوشه لکه مړی يمه
دزمانې له جبره ستړی يمه
ولې يرېږې رانه ولې تښتې
جانانه مارنه يمه پړی يمه
وخته خوښي دې يوې خواته وړې
زه دې ترې بلې خواته وړی يمه
لاخو مې تانده ځواني مړاوې نه ده
لاخو هماغسې پياوړی يمه
هاچې مستي کوي شرابو سره
هماغه زه هم شهيدکړی يمه
همې شبه نه وي واکمني دخزان
زرغون زرغون به شمه زړی يمه
ستا غرونه غرونه مينه زړه کې لرم
ستا دښکلادبدن غړی يمه
زما(الهام)تکميل له تاسره دي
ياره له تا پرته نيمګړی يمه
",غزل
2712,ضيا ساحل,"
١٣٨٤ د غويي ٣٠مه
ضيا ساحل - کندهار
کندهار ننداره د يوشمېر ځوانانو په ابتکار او نوښت چي مشري يې ښاغلي فضل احمد انيس په غاړه لري ١٣٨٣ کال د کب په مياشت کي پرانستل شول.
نوموړې ټولنه د کميت او کيفيت په لحاظ اوسمهال په لومړني حالت کي ده چي ټولټاک ٢٨ تنه غړي لري.
که څه هم هنر و تمثيل پر ځانګړي ذوق او علاقې سربېره مسلکي زدکړو ته هم اړتيا لري خوله بده مرغه د ټولني ټول غړي د دوى له کوله د وخت او شرايطو له وجه د هرډول مسلکي زده کړو څخه بې برخي دي خو تمثيل او فعاليت يې بيا د خلګو په زړونو کي ډېر ځاى نيولى دى.
د نوموړي ټولني د موخي په اړه د ټولني مشر ښاغلى انيس وايي: زموږ ټولنه يوه آزاده ناپيېلې ټولنه ده چي موږ غواړو د هيواد په کچه د هنر په برخه کي تياتر،ډرامو او داسي نورو برخو ته کار وکړو او د ټولني ناخوالي د ټولني غړو ته د تمثيل په ډول وړاندي کړو.
د کار او فعاليت له اړخه يې تر اوسه پوري د کندهار آزاده راډيو له لاري لس راډيويي بېلابېلي ډرامې، همدا ډول په يو نيم نورو پروګرامو کي پر بېلابېلو ټولنيزو پېښو باندي د سټېج ډرامې په خپل زيار وړاندي کړي دي. د دوى له کوله په راتلونکي کي به د کندهار راډيو ټلويزيون سره هم د ځانګړو پروګرامونو په جوړولو کي مرسته کوي.
څه موده مخکي د ټولني مشر ښاغلي انيس راته وويل چي پر يو هندي هنري فلم مي د پښتو ژباړي کار پيل کړى دى چي هغه يې هم اوس پايته رسولى دى خو د تخنيکي وسايلو د نه شتون له امله يې ټول ډيالاګونه د سپين کاغذ پرمخ پاته دي.
د ټولني سره د مرستي په اړه د ټولني مشر ښاغلى انيس وايي: زموږ سره تر اوسه پوري يوازي بېنوا فرهنګي ټولني يونيم مرستي کړي چي عبارت له همدې ځاى څخه چي موږ دفتر پکښي جوړ کړى دى،يوه پايه کمپيوټر،د کمپيوټر مېز دي چي موږ ورته د منني نه پرته بل هيڅ نه لرو. او په همدې ډول د روشن ګرځنده موبايل کمپنۍ له خوا د ښاغلي نظري صاحب په اړه د وياړ غونډي لپاره د هال د کرايې لګښت په غاړه واخيست. خو نوري د يادوني مرستي زموږ سره تر اوسه چا نه دي کړي، کوم لګښت چي دلته کېږي هغه د همدې ټولني د زيارکښو او فدايانو غړو له جېبه کېږي.
د ټولني له مشر ښاغلي انيس څخه مي و پوښتل: دا چي ستاسو ټول غړي هيڅ ډول مسلکي زده کړي نه لري دابه ستاسو د کارونو په پرمختګ کي کوم خنډ را نه ولي ؟
هغه په ځواب کي و ويل: څرګنده خبره ده چي مسلکي زده کړي ډېري اړي د نه زده کړو له امله به زموږ په پرمختګ کي هرومرو خنډونه راځي،راغلي دي، او رابه يې هم ولي،موږ تر اوس مهاله خپلي زده کړي د خپلو تجربو څخه کړي دي. خو په ټولنه کي نه يوازي د دې خنډونو سره مخ يو بلکي بې شمېره نور خنډونه هم سته. لمړى خو خلګ که څه هم فلم،ډرامه او داسي نور اړوند شان ډېر خوښوي خو له بلي لوري يې بيا د هنر مند څخه ډېره کرکه ښکاره کوي يا د ډم نوم پر ايږدي او يا يې هم په نورو نومونو تحقيروي و تحديدوي. لکه څنګه چي تاسو ته هم څرګنده ده د ډرامې يا تمثيل موضوعګاني ډېرى د ټولنيزو پېښو پر محور راڅرخي او په ټولنه کي نارينه و ښځينه دواړه ژوند کوي خو له بده مرغه موږ بايد په تمثيل کښي يا هيڅ د ښځي ونډه و نه لرو او يا به هم نارينه د ښځي په ډول جوړوو. خو له نېکه مرغه موږ اوس درې تنې همکاراني پيداکړي چي عمرونه يې تر اتو کالو نه اوړي، پلار يې څه موده مخکي راته و ويل چي اوس خو لا کچنۍ دي مرسته دي درسره کوي څه موده ورسته به بيا اجازه و نه لري. او داسي نور . . .
د کندهار نندارې د پرانستو په اړه د هيواد نامتو ډايريکټر ښاغلي واحد نظري صاحب ډېره خوښي څرګندول دايې د هنر د پرمختګ په ډګر کښي يو د قدر وړ کار وباله. او د کندهار نندارې غړو ته يې په بېلابېلو کتنو کي يې ډېري لارښووني وکړې.
",کندهار ننداره
2713,,"
پنجشنبه د غويي ٢٩مه ( کابل )
افغان پوليس وايي تېره ورځ يوه ناپېژندل شوي وسله وال په کابل کي د يوه سيمه ايز تلويزيوني چينل يوه ښځينه کارکوونکې په ډزو ووژله .
پوليسو وويل چي دا لا نه ده څرګنده شوې چي د شيما رضايي په نامه د يوه سيمه ايز تلويزيوني چينل پخوانۍ کارکوونکې چا او ولي ووژله . پوليسو وويل چي دا هم نه ده څرګنده چي د نوموړي وژنه به د يوه تلويزيوني چينل سره د هغې دکار له امله وي او که څنګه .
نوموړي مېرمني په کابل کي د طلوع په نامه د يوه نوي جوړ شوي تلويزوني چينل سره کار کاوه ، ميرمن شيما رضايي په نوموړي تلويزيون کښي د موسيقۍ او سندرو يوه تفريحي خپرونه جوړوله ، په خبر کي راغلي چي د مارچ په مياشت کي د سخت دريځو مذهب پالو د هغو نيوکو له امله چي په مېرمن رضايي شوي وې ، هغه له کاره ګوښه کړل شوې وه .
",د طلوع تلويزيوني چينل کارکوونکې ووژل شوه
2714,,"
پنجشنبه د غويي ٢٩مه ( کابل )
د ايټاليي تلويزيون خبر ورکړی دی چي په کابل کي د ايټاليي سفارت او هغو تښتوونکو ترمنځ چي په د پاملرني نړيوالي خيريه موسسې يوه کارکوونکې يې ددوشنبې په ماښام په پلازمېنه کابل کي تښتولې ده . خبري اتري پيل شوي دي .
افغان دولت لا له مخکي اعلان کړی و چي دتښتوونکو له ځينو کسانو سره يې اړيکي ټينګي کړي دي . او هغوی د خپل مشر د راخوشي کېدو په بدل کي ژمنه کړېده چي تښتول شوې بهرنۍ کارکوونکې به خوشي کړي .
٣٢کلنه مېرمن کانتوني د دوشنبې په ورځ د څلورو تنو وسله والو کسانو له خوا هغه وخت په زور وتښتول شوه کله چي په موټر د خپل کور پر لور روانه وه . نوموړي د دريو کالو راپه دې خوا په افغانستان کي د پاملرني له نړيوالي خيريه موسسې سره همکاري کوله .
",تښتوونکو د ايټاليي له سفارت سره خبري پيل کړي
2715,عبدالله شاهين كړاو,"
د باختر اژانس، غيرملي انټرنټ پاڼه
ليكوال: عبدالله شاهين كړاو
يو وخت مې د چين راډيو انټرنټ پاڼه كتله (http://pu.chinabroadcast.cn/",د باختر اژانس، غيرملي انټرنټ پاڼه
2716,کوچۍ,"
د غويی ٢٩ مه ١٣٨٤ - ( آزادي)
اسرار احمد کريمزی شل کلن افغان زلمی دی چې د کمپيوټر په برخه کې زيات مهارت لری. نوموړي په دې وروستيو کې په پښتو ژبه د افغان مسنجر په نامه د اوو مياشتو په موده کې يو پروګرام جوړکړی دی. د دغه پروګرام له مخې افغانان کولي شي چې په پښتو ژبه د کمپيوټر له لارې د يو له بل سره ليکلې خبرې (چټ) وکړي.
اسرار احمد تېر کال په تاجکستان کې د کمپيوټر د ماهرانو په يوه سيالۍ کې برخه اخيستې وه چې په هغې کې يې د سروزرويو مډال تر لاسه کړی و.
سږ کال يې بيا هم د کمپيوټر د پروګرامونو د جوړونې په سياليو کې ګډون وکړ او دا ځل په دې بريالۍ شو چې د ٤١ هيوادونو د ١٧١ کمپيوټر پوهانو په منځ کې دوهم مقام وګټی او د سپينو زرو مډال په لاس راوړی.
",ځوان افغان کمپيوټر پوه ښه وځليده
2717,,"
جمعه د غويي ٣٠( خيبر ماسکو )
د امريكي د متحده ايالتونو چارواكو له عراق نه هيله كړي ده، چې د صدام حسين محاكمه وځنډوي. دغه هيله، د امريكي د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيري، كوندا ليزا رايس، له عراق نه د خپل وروستي لنډ سفر په ترڅ كې كړي ده.
عراقي چارواكو لا تر اوسه پوري په دي هكله خپل غبرګون نه دي ښودلي.
عراقي چارواكو ته نژدي د الصباح په نامه ورځپاڼه ليكي، چې آغلي كونداليزا رايس، په دي دليل د عراقي چارواكو څخه دغه غوښتنه كړي ده، چې د دي ويره شته چې د صدام حسين محاكمه په اوس وخت كې د دي لامل شي، چې په عراق كې په امنيتي وضعيت باندي منفي اغيزه وكړي او حالات نور هم پسي ترينګلي كړي.
په دي وروستيو وختونو كې د مقاومت د ځواكونو فعاليتونه په بي ساري ډول زيات شوي، چې د هغي په پايله كې د مرګ او ژوبلي پيښي نه يوازي د ايتلافي پوځونو په منځ كې بلكي د اوسني حكومت د پلويانو او د عراق د ملكي خلكو په منځ كې هم زياتوالي راغلي دي.
ويل كيږي چې امريكا ته د صدام حسين لټول او نيول، محكمي ته د هغه له وړاندي كولو نه اسان وو.
په لومړي سر كي په نظر كې وه، چې صدام حسين د ۲۰۰۴ كال د جولاي په مياشت كې محاكمه شي. خو وروسته د هغه محاكمه د هماغه كال د اكتوبر تر مياشتي پوري وځنډول شوه.
د مبصرينو په عقيده، ممكن چې د صدام حسين له حكومت نه به په مليونونو عراقيانو كركه لرله، خو امريكا چې د هغوي په نظر پر عراق باندي يو يرغل كوونكي ځواك دي، او د عراقيانو د وژلو او د عراق د ورانولو مسوول دي، له صدام حسين نه د ځان لپاره يو لوي شر بولي.
",امريكا د صدام حسين د محاكمي د ځنډولو غوښتنه وكړه
2718,,"
جمعه د غويي ٣٠مه نېټۀ ( خيبر )
د ازبكستان د انديجان له ښار نه
د ازبكستان د ولسمشر، اسلام كريموف، د بلني له مخي پرون ژورنالستان او ديپلوماتان د فرغاني د درې د انديجان ښار ته تللي وو.
د مي له ۱۳ نه تر ۱۵ نيټي پوري په دي ښار كې وسله واله بغاوت شوي و، چې د دولتي چارواكو له خوا د پوځي د عملياتو له سر ته رسولو نه وروسته غلي شو.
د ازبكستان د كورنيو چارو وزير، ظاهر جان الماتوف، پرون خبر وركړ چې په دغه ښار كې د الي ګولي په وخت كي ۱۰۸ تنه ملكي اوسيدونكي او د نظم ساتونكو ارګانونو ۳۲ كار كوونكي د بغاوت كوونكو له خوا وژل شوي دي.
په انديجان باندي كې د پوځي عملياتو په ترڅ كي ۱۰۰ تنه جنايتكاران هم نيول شوي دي چې له هغوي څخه ډيره وسله او همدارنګه، ۸۴ ماشيندار نيول شوي دي . د ازبكستان چارواكي وايې چې دغه وسله له بهر په پټه د ازبكستان خاوري ته راوړل شوي وه.
",له اندېجان څخه د ژورنالستانو او ديپلوماتانو ليدنه
2719,,"
جمعه د غويي ٣٠مه ( خيبر )
د نيوزويك د امريكايې اوونيزې، د امريكي د متحدو ايالتونو د واكمنو د فشار له مخي اعلام وكړ، چې د قرآن كريم په مقابل كې د امريكايې پوځيانو د سپك چلند په هكله خپاره شوي معلومات، حقيقت نه لري.
د امريكايې پوځيانو د دغه ډول سپك چلند د خبر له خپريدو نه وروسته، په اسلامي هيوادونكي د امريكا پر ضد د پروټيست څپه را مينځ ته شوه.
دوه ورځي مخكي د امريكايې نيوزيك اداري، د دغي مقالي د خپريدو له امله بښنه وغوښتله، خو د پاكستان نيوزيك، دغه اعتراف ردوي او د دي غوښتنه يې كړي ده، چې په دي هكله بايد يوه ناپيلي پلټنه تر سره شي. ليكن د خبرونو له مخي د پخوانيو بنديانو په وينا په ګونتانامو كې دغي پيښي حقيقت درلود. ",د امريكي د واكمنو د فشار له مخي د نيوزويك اعتراف
2720,,"
جمعه د غويي ٣٠مه ( خيبر ) ماسکو
د پاكستان د متحده مجلس عمل په نامه د سازمان مشر، قاضي حسين احمد، د واشنګتن پوست له ورځپاڼي سره په مركه كې ويلي دي، سره له دي چي د امريكايې نيوز ويك اوونيزي، خپل خپور شوي خبر رسما بي اعتباره بللي، خو هغه به د پروټيست په توګه د ګډي مظاهري تيارولو ته دوام ور كړي. د مظاهري لپاره د مي د مياشتي ۲۷ نيټه ټاكل شوي ده.
قاضي حسين احمد، د دغي ورځپاڼي سره په مركه كې ويلي دي، چې په ټاكل شوي ورځ به په ټوله نړۍ كې اسلامي سازمانونه له موږ سره يو ځاي د دغه عمل په غندنه كې برخه واخلي.
",د امريكا پر ضد د اسلامي سازمانونو د ګډي مظاهري تياري
2721,محبوب الله''محبوب''اسلام اباد,"
غزل
هغه رنځورې ، هغه مړاوې سترګې
يوځلې بيا دې کړه راتاوې سترګې
دښکلاخدای په کې له وراېه ښکاري
نن خوريښتيا پنځۍښکلاوې سترګې
ژوند ته دې وګوره په نوي نظر
په ناز راپرانيزه داناوې سترګې
لږ پرې راخور که دحيا پړونی
په چابه وکوي بلا وې سترګې
ماته به مينه اووفا رازده کړي
دډېرو خلکو بې وفاوې سترګې
خېردی ګيلې،مانې ېې ومنه زړه
جرګه راغلي دعشق پلاوې سترګې
لا ېې رنځور کړمه او روغ ېې نکړم
محبوبه؛ ستا خو مسيحاوې سترګې ",غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل (سترګي )
2722,پښتون اقا شيرزاد = کابل,"
پښتون اقا شيرزاد = کابل
ادبيات د بشري ټولني د مادي او معنوي ژوند څرګندونه كوي او د هغي ژبي هنر دى چي په منثور، منظوم، شفاهي او ليكلې توګه منځته راځي چي آره ماده يې ژبه ده او ادب د ژبي په واسطه منځته راځي، كه ژبه غني وي، نو د هغې ژبي ادبيات هم غني وي. بشر پېژوندكي په دې نظر دي چي ژبه او ثقافت د يوې سكې دوه مخونه دي. ژبه د غږونو او كلمو نښه ييز سيسټم دى چي د ژبو زده كړه د سوكاله ژوند لپاره ګټور او عملي كار دى. پښتو ژبه چي د بشري ټولنو د ژبو په لړ كي يوه تاريخي ژبه ده، ځانته ځانګړى تاريخ لري. پښتو د پښتنو ژبه ده او پښتانه د اريايانو له نسل څخه يو نامتو، ننګيالى او وياړلى ملت دى چي دغه پښتان آريايان لومړى په بخدي كي او سېدل او له هغه لومړني ټاټوبي څخه دوى د هغه ځاى په نامه د (بخت، پكهت، پښت) په نوم له خپلي زړې ژبي سره له 1000 نه تر 1400 ق _ م پوري د آباسين د غاړو او د هيواد ختيځو غرونو ته لاړل، دوى خپل د بخدي، پكهت، پښت نوم د خپلي زړې او تاريخي ژبي سره يو ځاى وساته او تر اوسه هم په دغه نامه او په دغه ژبه مشهور دي. د اصلي اريايي ژبي عمر ژبپوهانو له ميلاد څخه د مخه له 2500 تر 3000 ق _ م كلونو پوري تخمين كړى دى چي ژبپوهانو پښتو ژبْ د آريايي ژبو په ويشنه او د آريايي ژبو په لويه كورنۍ كي يوه ډېره تاريخي او پراخه ژبه ګڼلې ده، لكه څنګه چي پورته يادونه وشوه د پكهت، پخت يا پښت كلمي د هغه مېړني ملت نوم و چي د آريايانو د تاريخي نسل څخه يو لوى ملت و چي د دوى لومړنى ټاټوبى دآسيا په منځ كي د پامير لوړو برخو ته نژدې سيمي د آريانه ويجه يا آريانه ورشه په نامه يادى شوي دي، د دوى په تاريخي ژبه كي دا سيمه د اصليانو ځمكه يا د پاك لمنو ټاټوبى چي د دغه نسل په زيار سره لمرخاته، لمر لوېده د اوسني بلخ(بخدي)، جنوبي او مركزي برخو كي پسې خپاره او مېشته شول. ژبه يې د پكهـتو يا د اوسنۍ پښتو په نامه ياه شوې ده، كله چي معروف (و) د ځينو قومونو د نامه په اخر كي راشي د هغه قوم د ژبي مانا لري لكه چي پښتانه د هنديانو ژبه (هندكو) بولي او كه لږ څه سپك ادا شي نو (انكو) هم ورته وايي، البته دا يوه استثنايي قاعده ده. دغه ډول د ديګانو او پاړسو كلمي هم د پښتو د اوسني نوم د جوړښتن سره سمون لري چي پښتو د پښت د ټبر يوه تاريخي پراخه ژبه ده چي ننني پښتانه ورباندي د غږېدو وياړ لري. برسېره پر دې چي پښتو د دغه تاريخي ننګيالي او پتمن ملت تاريخي ژبه ده د دغي كلمې كلتوري او ثقافتي جاج هم د ننګ، غيرت او مېړاني، مېلمه پالني، وفادارۍ، وطندوستۍ، زياركښۍ او مهربانۍ په مانا هم راغلى دى. كه چيري په ټولنه كي سياسي او اقتصادي ژوند په عادلانه بنسټ ولاړ وي، نو په باوري توګه يې ادبيات پرمختګ او سمه وده كوي. شاعران او ليكوالان د هغو په سيوري كي خپل اثار ليكي، له بلي خوا هر كله چي په كومه ټولنه كي بې عدالتي روانه وي نو عموماً يې ادبيات هم همغسي ظالمانه وي او كه عادلانه روحيه غښتلې وي، نو ادبيات يې هم عادلانه رنګه پيدا كوي. شاعر او ليكوال يې انساني ژوند زده كوي او خپل ادب د خلكو په ژوند كي پلى كوي. شاعر او ليكوال د ټولنيزو اروايي پېښو او پديدو څخه متاثره كېږي او پخپل موثر بيان كي د موجوده ژوند هنري تصويرونه منځته راوړي. شاعر او ليكوال د خپلي ټولني ټولنيز عادي ژوند سره سم حركت كوي، شاعر او ليكوال پخپله هنري ادبي وسله انسانان د رښتيانۍ مبارزې په لور په رښتيانۍ توګه هڅوي، يعني دا چي شاعر او ليكوال د بشري ټولني لارښوونكى دى. دوى زموږ سره په ټولنه كي د ژوند تر اخري سلګۍ پوري په هره خوښي، غم، بري او ماتي كي برابر رول لري او هر اړخيزي مرستي كوي، تر څو چي موږ خپل ځان خپل هيواد، تېر او راتلونكي يادګارونه هېر نكړو. دا يو څرګند حقيقت دى چي زموږ د هيواد لرغونى نم آريانا او خلك يې آريايان نومېدل، د آريايانو ځمكه يا د اصيلو، نجيبانو او پاك لمنو خلكو هيواد په نامه چي تقريباً څلور زره كاله پخوا يې د مېلاد څخه ژوند كاوه د تاريخ په زرينو پاڼو كي په په سترو وياړونو ياد شوى دى، آريايان هم لكه د نن په څېر د قبيلو څخه تشكيل شوي وو ګړدودونه، فرهنګ او كلتور يې درلود او لا تر اوسه پوري يې لري. د آريايانو د استوګني په اړه دمورخينو سره د اند يووالى نشته، ځكه چي ځيني وايي چي د توري بحيرې د شمالي غاړي اوسېدونكي دي، بله ډله يې د ختيځ او شمالي غاړي(آريايانو اصلي مركز بولي) ځيني وايي د آريايانو اصلي ټاټوبى د پامير لوړي څوكي او د امو د سين سرچينې دي، د اوستا د متن څخه معلومېږي(چي پر دوى د نفوس د زياتوالي په وجه خپله ځمكه يا سيمه تنګه شوې) او هجرت يې كړى د هندوستان او ايران خواته تللي دي. خو زياتره پوهان او ليكوالان په دې باوري دي چي د آريايانو اصلي ټاټوبى د آسيا په منځ كي د پامير لوړي سطحي ته نږدې و چي د مختلفو اقوامو د رواياتو او د آريايانو د هجرت له لاري هم دغه سيمي ياديږي. ""پرس سايكسي"" نومى پوه ليكي چي: دا ځاى د امو او (ايزو كلاس) په منځ كي پروت و چي دغه ځاى پامير او بدخشان ته نژدې دى. دې لرغوني هيواد او ټاټوبي ته دوى په خپله لوغونې ژبه (آريانه ويجه يا ويجو) ويله. په اوستا كي چي شپاړس آريايي هيوادونه يادوي (آريانه ويجه) نوم يې م ياد كړى دى، په دې ډول په ښكاره ويلى شو چي آريايانو د لوېديځي خوا په مهاجرت پيل كړى او په بخدي (اوسني بلخ) يا باختر كي يې استوګنه غوره كړې چي موږ يې د آرياينه ويجه څخه وروسته د لرغوني تمدن زانګو بللى شو. د آريايانو په اړوند چي كوم ليكلي اسناد لاس ته راغلي، هغه د ويدي كتاب او بل د اوستا كتاب. د ويدي كتاب چي (ويد) يا (ويدا) نومېږي، هغه ټول آريايي څرګند سرودونه دي چي موږ ته لاس راغلي څلور برخي لري لكه ريګويدا، اترويد، سماويد او يجور ويد چي په اصل كي د هغه وخت مذهبي تخيلات دي چي د ښكلي اهنګ لرونكو او موزونو الفاظو په قالب كي يې د شعر بڼه او شكل موندلى دى چي زياتره يې شفاهي بڼه لري او زياتره يې د باختر په آريايي برخو پوري اړه لري. (كه چيري نورو خلكو ته د شفاهي ادبياتو په دوره او موضوع باندي پوهېدل څو قدر سوزمن او مشكل وي؟خو موږ افغانانو ته هيڅ مشكل نه لري، ځكه چي د پښتو ژبي داسي اوږده دوره تېره كې چي ځانته تاريخ لري او د دې ژبي د شفاهي ادبياتو دوره ډېره اوږده ده.) څنګه چي پښتو ژبه د آريايي باختري ژبو يوه څانګه ده، نو د شفاهي ادبياتو يوه اوږده دوره يې هم تېره كړې ده (شفاهي ادبيات د ژبي زمزمه او د زړه اواز دى، چي په ژبه ويل كېږي. دا ادبيات په يوهژبه او يا ډېرو نورو ژبو كي تكرار شويدي. چي د غوږونو د لاري يې په حافظو كي ځاى نيولى دى.د داسي ادبياتو ځاى ته حافظه، ژبه او غوږونه دى. شفاهي ادبيات د تحريري ادبياتو په نسبت ډېر طبيعي او ولسي رنګ لري، څرنګه چي موږ يې څېړنه كوو. همدا شان د دې دوري سرودونه اومنرومې هم بې تكليفه منځته راغلي اوپيدا شوي دي. كوم شى چي په سترګو ليدل كېږي، انساني دماغ يې احساسوي له ژبي څخه راوزي او په ژبه ويل كېږي، نو دا چي ټول خلګ ژبه لري نو په هدې اساس د دنيا ټول خلګ شفاهي ادبيات لري. دا هم ويلى شو چي د رسم الخط څخه مخكي او وروسته د هر قوم سره شفاهي ادبيات موجود وو. آريايان څلور زره كاله مخكي له ميلاده د باختر ځمكو او د هندوكش لمنو كي مېشت وو. اوس له ډېره وخته دوى دلته ډېر شول. لوېديځ او ختيځ لوري ته يې هجرتونه وكړل، د شرق خوا ته تر آباسين تېر شول او په شمالي هندوستان كي يې خپل مدنيت خپور او جوړ كړ او هلته دوى په هغه ژبه چي له اصلي آريايي ژبي څخه جوړه شوې وه، يو كتاب وليكه چي ويدا نومېږي، اوس يې هم څلور برخي موجودي دي. ريګويدا، سامويدا، يجورويدا، اتهرويدا. د آريايان چي د ويدا سندري يې ويلي له افغانستان څخه هلته تللي وو، نو په ويدا كي د افغانستان ځايو، خلكو، قبيلو، غرونو او دريابونو نومونه راغلي دي چي د دې مطالعه د پښتو ژبي په ادبئ تاريخ كي ډېر اهميت لري. دويمه ډله هغه آريايان دي چي د افغانستان غربي خواته تر استانبول پوري يې خپل مدنيت جوړ كړ چي له دوى څخه په دوو ژبو ځيني ليكني پاتي دي. يو د اوستا كتاب دى چي زردشت له بلخ څخه نشر كړ او په ټول ايران كي ومنل شو. په دې كتاب كي هم لكه د ويدا په شان د افغانستان د ډېرو ځايونو نومونه او د واكمنانو او خلكو نومونه راغلي او ډېر كلمات يې د پښتو ژبي سره نږدې دي چي البته د دې كتاب په مطالعه سره د پښتو ژبي په ادبي تاريخ كي ځيني نوي اغيزې څرګندېداى شي. دويمه ژبه پاړسو ده چي پخوانيو آريايانو د افغانستان په غربي برخه كي وله چي ځيني ليكني يې په ځينو ډبرو باندي موندل شوي او مطالعه يې د پښتو د ادبي تاريخ لپاره ګټوره ده، د افغانستان په شمال كي (سغدي) او خوارزمي داسي ژبي شته چي پښتو ژبي ته ډېري نږدي او سره ورته كلمات لري. لازمه ده چي د آريايي لرغوني ژبي ځيني كلمات چي لا تر اوسه په پښتو كي موجود دي د نمونې په ډول تر نظر تېر كړو. هغه ژبه چي تر آريايي هجرت د مخه ويل كېده، د آريايي قومونو ژبه يوه وه چي اريك نومېده، وروسته په نورو ژبو تبديله شوه،پوهان وايي چي د 2400 ق _ م په شاوخوا كي دغي ژبي بدلون بيا موند. خو د 1400ق _م كال د ځينو آريايي كلماتو له څېړني څخه داسي بريښي چي په پښتو كي تر اوسه پوري هم هغه پخوانۍ آريايي سوچه كلمي شته لكه د آرياكلمې مانا اوسني مورخين اصيل _ نجيب او زارع بولي. ډاكټر جيګ المانى محقق وايي چي د آريا كلمه له (ار) څخه نيول شوې ده چيپ ه سانسكرېت كي د اصيل او بنياد په مانا وه. يو عالم د مكس مولر په نامه وايي (ار) د كرني مانا لري، نو له دې سببه (ارين) د كرونكي او بزګر په مانا و چي دا دواړه ماناوي اوس هم په پښتو ژبه كي شته او ځينو شاعرانو او ليكوالانو پخپلو شعرونو كي راوړې ده، لكه ملا الف هوتك چي وايي: دى له اړه و ښاغلى څه كه و په وير نتلى يا زموږ بل شاعر وايي: شېخ مټي چي خليلي و دى له اره لوى ولي و او هم د كندهار د پښتنو په سيمو كي رواج لري لكه (اره لوري پر غاړه) چي په دې ځاى كي د كرني مانا وركوي او دا ښكاره ده چي آريايانو د كرني سره مينه درلوده او كرنه د هر شريف او نجيب سړي كار و. هغه وخت چي آريايي قبيلو له خپل اصل ځاى څخه باختر خواته هجرت نه و كړى، دوى خپل لرغونى ځاى (آريانه ويجه) باله چي مانا يې د آريايانو ځمكه ده او دا كلمه اوس هم د پښتنو په ځينو سيمو كي داسي استعماليږي لكه بريالى خپل تربور د خداى پر ويجه هم نه پرېږدي، چي له دې جمله كې ويجه يا ويجو د ځمكي مانا وركوي. يو بل ژوندى مثال يې دا چي پخوانيو آريايانو كورنۍ او خاندان ته (كولا) وايه چي دا كلمه اوس هم په پښتو ژبه كي د كاله او كهول په بڼه مستعلمه ده، عام او خاص خلك يې په ژبه وايي او مانا يې كورنۍ ده. بل ژوندى مثال يې د (ستان) كلمه د ه چي په سانسكريت كي د ځاى او هيواد مانا لري چي په پښتو ژبه كي اوس هم ژوندۍ ده او ښكارندوى غوري پخپل شعر كي په همدې مفهوم راوړې ده: د الله د دين شهاب د نړۍ لمر دى تورستان يې كړ رڼا په جهادونه د بغلان په كتيبه كي هم ځيني كلمات ليدل شوي چي اوس هم په پښتو ژبه كي كټ مگټ يا په لږ تغير سره استعمالېږي لكه د (بګ) كلمه چي په اوستا او زړه پارسي كي د (پګه) په سانسكريت كي د (بهاګه) په شكل راغلى دى چي مانا يې غټ او لوى دى. اوس د پښتو ژبي په محاوره كي هم د لوى او غټ په مانا استعمالېږي لكه د كندهار پښتانه چي وايي: احمد خان بګ سړى دى. يعني احمد خان جسماً غټ سړى دى او همدغه كلمه د پښتو ژبي ستر شاعر شمس الدين كاكړ (1250هـ ق) داسي استعمال كړې ده: هسي شوم طالع زما دى باطن ووړ په ظاهر بګ په همدې ترتيب سلګوني كلمې شته چي په ويدا او اوستا كي راغلي او د پښتنو آريايي توب ترې څرګندېداى شي. لكه د ريګويدا په كتاب د 1400ق _ م په شاوخوا كي د پكهت قبيله راغلې ده چي مورخينو او شرق پېژندونكو د پښت او پښتون د كلمو سره اړوندتوب وركړى دى، همدارنګه په 400ق _ م كي يوناني مورخ هيرودت د پكتين كلمه د پښتون لپاره استعمال كړې ده او بطليموس جغرافيه پوه د پكتويس كلمه د پښتون لپاره استعمال كړې ده چي دا ټول د پښتون ملت پخواني نومونه دي
د ښکلا څخه په مننه ",پښتو په ويدا او اوستا کښي
2723,,"
شنبه د غويي ٣١مه
د افغانستان ولمسشر حامد کرزي نن سهار په جمهوري رياست په ماڼي کي د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي خبريالانو ته وويل چي د امريکا د سفر پر وخت به له امريکايي ولسمشر سره د دوامدارو مرستو ، او همکاريو په اړه وږغيږي .
ولسمشر کرزي په بګرام کي د دوو تنو د وژني په اړه خپله ژوره خواشيني وښودل.
ټاکل شوې ده چي حامدکرزی به نن د ورځي په اوږدو کي دڅلورو ورځو په سفر امريکا ته ورسيږي .
ولسمشر کرزي دا هم وويل چي امريکاته به د سفر پرو خت له ولمسشر بوش سره د ائتلافي ځواکونو له خوا د ناببره عملياتو د مخنيوي ، اوافغاني زندانيانو بيرته افغانستان ته د ليږدولو په اړه وږغيږي .
",ولمسشر کرزی امريکې ته سفر کوي
2724,,"
شنبه دغويي ٣١مه
د پاملرني نړيوالي خيريه موسسې د تښتول شوي کارکوونکې ( انتوني ) په اړه په تېرو دوو ورځوکي ضد او نقيض خبرونه خپاره شوي دي ، د تښتوونکو له خوا خبر خپور شو چي دوی هغه وخت انتوني ووژله کله چي دولت ددوی غوښتني ونه منلې ، خو ددې خبر پخلی نه د دولت او نه هم د نوموړي موسسې له خوا وشو .
د کورنيو چارو وزارت چارواکي به بيا بيا وايي چي د هغي د راخلاصولو له پاره خپل ټولي هڅي کوي ، نن په کابل کي د پاملرني نړيوالي موسسې له خوا په ټول ښار کي د کوڅو او سړکو تر څنګ خبرتياوي ومښلول شوې ، چيري چي له ولس نه د هغې په اړه د مالوماتو ، او د هغې د خلاصون غوښتنه شوې ده .
",د مېرمن انتوني دخلاصون هڅي
2725,,"
شنبه د غويي ٣١مه
د کندهار په ولايت کښي د ولسي جرګې د نوم ليکني په دفتر کي د طالبانو پخواني چارواکي ملا خاکسار اخند خپل نوم د کانديد په توګه ثبت کړ .
ملا خاکسار اخند خپل نوم په داسي حال کي ولسي جرګې ته د کانديد په توګه وپېژانده چي تېره اوونۍ دطالبانو د دولت د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل د طالب چارواکو له خوا لومړنۍ تن و چي په ولسي جرګه کي يې خپل نوم وليکه .
په لاندني انځور کي د طالبانو د دولت د کورنيو چارو مرستيال وزير ملا محمدخاکسار اخند د ولسي جرګې له پاره د نوم ليکني د کندهار د څانګي مشرې ته خپل اسنادونه ښيې .
ملا خاکسار اخند د طالبانو دواکمنۍ په وخت کي د استخباراتو ريس، او بيا د کورنيو چارو د وزارت د سرپرست په توګه دنده لرله ، نوموړي طالبانو په وړاندي د امريکې د ايتلافي ځواکونو د جګړې له لومړيو ورځو کي له طالبانو سره پرېکون اعلان کړ. او اوس يې ځان د يوه مستقل کانديد په توګه ثبت کړ.
",ملا خاکسار اخند ولسي جرګې ته کانديد شو
2726,غفور لېوال - واشنګټن دي سي,"
٢١-٥-٢٠٠٥
يو ځل بيا چې په واشنګټن ښار كې داساسي قانون له واټه تيريدم او د سپينې ماڼۍ د وره له مخې مې هغه كوډلۍ وليده نو زموږ د كلي ملك اتا او دتازګي خبره راپه ياد شول . دلته سپينې ماڼۍ ته څېرمه يو په عمر پوخ سړي يوه غټه چترۍ لكه كيږدۍدرولې او له كلونو كلونو راهيسې شپه اوورځ همدلته پروت وي ،دسړي ببره ږيره ده او دلته يې ددېره توب بانه له سپينې ماڼۍ سره ډغرې وهل دي. ده د خپلې كوډلې په شاوخوا ګڼ كاغذونه او شعارونه لګولي چې پرې ليكل شوي :
جګړه نوره بس ده !
اتومي وسلې به يوه ورځ نړۍ ورانه كړي ....
او داسې نورې ببولالې ، ده په جګړو كې دځينو سويو الويو اكسونه هم پيداكړي چې په خيمه يې راځړيږي ، ښكاري خو دا چې ده دا هرڅه پلمه كړي او دسلطان مامود لټ يې له ځانه جوړ كړى دى ، دامريكې په بوخت اوسرګردانه ژوند كې دځينو خلكو هوس ورته راشي چې دا دخداى بختور وګوره نه كار نه روزګار ،هسې پروت دى ډوډۍ خوري او حساب نه مني ، هره ورځ چې په درجنو درجنو سيلانيان دواشنګټن ښار او سپينې ماڼۍ ليدو ته راځي نو ددغه ببر مبر سړي ليدل هم عجيب خوند وركوي ، ډير خلك ورسره اكسونه اخلي او سړى هم هرې كمرې ته خوله داسې جينګه نيولي وي ته وا خى نو څه غټ كاريې كړى دى. په دې ورځ يې زموږ خبريالان سپينې ماڼۍ ته د خبري كنفرانس دليدلو لپاره بيولو چې يو ځل بيا مې په دې ماجوزه سترګې ولګېدې او هسې دتازګي خبره راپه ياد شوه چې په هغه سهار يې ملك اتا ته كړې وه . هسې خو خبره ددووتر منځ وه خو دكلي كار و پټه پاتې نه شوه او چې سترګې رپيدې نو بيا دجومات د اخرو كتارونو په ځوانكيو هلكانو كې دګونګوسي او خندا لپاره پلمه شوې وه، چې كله به راووتل نو پټ پټ به يې ورپورې خندل . ملك اتا دكلي ترټولو موړ سړى و، پيسې يې ښې ډېرې درلودې خو په دې ټول پوهيدل چې ښه بيدريغه سود خوري ، پيسې په ګرويو اچوي اوپه مامېلو كې په ناحقه شل قسمونه هم خوري. دى ملك نه و خو له ولسوالۍ او ولايت سره يې پخه انډيوالي وه، نو كله به چې د چا كار بند شو دده دروازه به يې ورټكوله . ده ته د علاقه دار ، ولسوال ، كاتب او سر كاتب د رشوت او دكرايي شاهدانو نرخ ښه مالوم و بس چې ده ته به دې په ورغوي كې وركيښودې نو ښه پوهيده چې څنګه روا ناروا اوناروا روا كړي . زه ايله په شپږم يا اووم ټولګي كې پوه شوم چې دده اصلي نوم ( عطا) دى ، خو دادې په چامنله ، په كلي كې يو زه اويو ميرزا ديګان په دې پوهيدو كه نه خو پخپله دملك اتا هم سر نه پرې خلاصيده. ميرزا ديګان هم ځكه پوهيده چې دملك اتا دسودونو او ګرويو سندونه به يې ورته ليكل . خبره خو داوه چې د كړنګ څيلې كوم سپيده داغ وچې تازګي خپل تك تور خر، چې دكليوالو په ژبه له وروره هم پرې ګران و، په وياله اوبه كاوه- چې ګوري ملك اتا دويالې كنګل مات كړى او غسل كوي . تازګي چې كتلي د ملك اتا دغاښونو كړپا خيژي او نږدې دى چې له يخه يې ساه ووځي نو كيداى شي دا هم په زړه ورګرځيدلي وي ، چې ښه نو خداى دې خوار كه ښه تود حمام دې په كور كې دى ، تاوخانه دې شته ، ديوې په جاى دې درې ښځې دي نو په وياله كې څه بلا غواړې؟ ځكه خويې ور باندې غږ كړى و ، چې:
ملك اتا! خدايزده چې جنت به وګټې، ځان دې هسې په يخ مړ كړ.
دا چې په هغه ورځ دملك اتا او تازګي تر منځ نور څه كته پورته شوي وو او يا خو دا خبره چا او څنګه تر موږ هلكانو رارسولې وه هير مې دي ، خو دومره مې په ياد دي چې له دې ورځې وروسته به چې هر چا كومه سوګتي يا بې پايلې كار كاوه خلكو به ورته دتازګي دا خبره خامخا كوله ، دا خو يې لا پريږده چې كه په دې وخت كې به تازګى حاضرو نو مسك به شو او ځان به ورته فيلسوف غوندې يو شى ښكاره شو.
په دې ورځ هم چې ما دواشنګټن ببر سرى په سړه سيلۍ كې له خپلې چترۍ لاندې جوغ موغ وليده نو په زړه كې مې د تازګي خبره راوګرځيده چې:
خداى ج خبر چې جګړه به ودريږي كه نه، خو تا هسې ځان له يخه مړ كړ.
",سپينه ماڼۍ او ملك اتا
2727,,"
شنبه ٣١ غويی کابل
افغان ولسمشرحامدکرزی دشنبې په ورځ ترغرمې دمخه دامریکا متحده ایالاتوته ولاړ، دی به هلته دباستن په پوهنتون کي له یوشمیرلوړپوړوامریکایي مامورینو استادانواوددې پوهنتون له زده کونکوسره خبري وکړي اود دې پوهنتون له خوابه یوه افتخاري ډکتورا ورکړه سي .بله خوا ولسمشرنن سهارپه یوه خبری غونډه کي خبریالانوته وویل دی به په متحده ایالاتوکي له جمهورریس بوش سره په افغانستان کي دامریکاددایمي پوځي اډوپه جوړولوبحث وکړي اوهم به له ټولوبندي خانوڅخه دافغانوبندیانو د خلاصون غوښتنه ورڅخه وکړي .
",حامد کرزی د امريکې په سفر ستون شو
2728,,"
شنبه ٣١ غويی کابل
نن د کابل په ښار کي دننه ، او دکابل څخه ټولو وتلو لارو کي امنيتي پوليسو د کوچنيو او غټو موټرونو تلاښي او کنترول وکړ .
ددې کنترول او تلاښۍ لامل دکابل څخه د پاملرني نړيوالي خيريه موسسې د ايټالوۍ کارکوونکې څرک لګول او پيداکول دي . انتوني په کابل کي د غلو ديوې ډلي له خوا هغه وخت وتښتول سوه کله چي د کور پر لور روانه وه ، تښتوونکو تر پرون پوري د خپلو غوښتنو په ترڅ کي لومړۍ د خپل بندي مشر راخلاصول وغوښتل ، او بېلابېلي نوري غوښتني يې وړاندي کولې .
پرون داسي خبرونه خپاره شوه چي تښتوونکو د ميرمن انتوني له ټيلفون څخه ځينو بهرنو خبري رسنيو ته زنګ وهلی او ويلي يې دي چي هغوی مېرمن انتوني هغه وخت ووژله کله چي دولت د هغوی غوښتني ونه منلې .خو په کابل کي د ايټاليا سفارت تر اوسه پوري دا خبر نه دی تائيد کړی، د کورنيو چارو وزارت وياند خبريالانو ته وويل چي په دې اړه له دوی ته خبر نه دی ورکول شوی ، خو ښاغلي مشعل دتښتوونکو خبر رد هم نه کړ.
نن د پاملرني نړيوالي موسسې له خوا په کابل او شاوخوا سيمو کي خبرتياوي مښلول شوي دي ، چيري چي د هغې په اړه د مالوماتو غوښتنه شوې ده .
",دمېرمن کليمنتينا انتوني د پيدا کېدو هڅې
2729,,"
شنبه ٣١ غويی
نن د زابل ولايت د شينکي ولسوالۍ په سيمه کي د امريکايي پوځونو يوې نظامي اډې ته نژدې چاودنه شوې ، يو تن وژل شوی ، او ددريو تنو امريکايانو د زخمي کېدو خبر ورکول شوی دی .
دزابل ولايت د څو تېرو ورځو په اوږدو کي د څو پرله پسې برېدونو لاندي راغلی دی .
د نننۍ چاودني يا برېد په اړه تر اوسه نور جزيات نه دې رارسيدلي .
",په زابل کي امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
2730,عبدالاحد پيغام _ كابل,"
عبدالاحد پيغام _ كابل د۱۳۸۴كال دغويي ۳۱
تقديرزموږ دژوندكاروانونه دغم اودردديوه داسي توردرياب په غاړه اړولي دي چي دڅپو ګوزارونه يي هره شيبه موږ دمرګ غيږي ته بيايي ، موږ دمرګ په سترګوكي ژوندكوو.
دتوردرياب د وحشي څپود توپاني كره ږو،اوازونو زموږپه ژوند د وير داسي دردونكي نغمه جاري كړي چي يوه شيبه مو هم دخاموشي اوقراري له ماتم سره يوازي نه پريږدي
ددي ويرونكي درياب دتوپاني څپو اوسرګردانوګردابونوله غيږي تل ديوي مرموزي نغمي ږغونه دوير اوماتم له چيغوسره يوځاي زموږترغوږونوپوري رارسيږي چي د ناپايه درد سره په كي داكرښي تكراريږ ي :
زه داغ داغ غرق يم په وينو…زه داغ داغ غرق يم په وينو
داديوه داغ داغ سپيڅلي روح مقدس اوازونه دي چي ددردپه انتهاكي زموږ دتقدير سندره ږغوي ، دا زموږ دقسمت دسوزه ډكي نغمي هغه دردونكي ږغونه دي چي دزماني په غوږونوكي لا دادي تراوسه ديوه ناكام انجام په توګه دتقديرپه ګوتوږغول كيږي خودزماني په تيريدوسره ددي نغمي دسرونوجوړښت دهيبتناكواوويرونكوتالونوله ترخوزمزموسره ملګري شوي ،اواوس زموږ دقسمت ويرجنه پاڼه تري جوړه شوي ده
زموږ خوښي ،خپګان ، وياړونه ، پتمن وختونه ،دبريوشيبي ،حماسي او افساني ټولي دهمدي سازونودويرجنونغمو او دردونكوخيالونوپه خم كي رنګ اخيستي دي
زموږهرآغازسپيڅلي دي خوموږ تل ديوه ناكام انجام ملګري وو
موږ دمقدس ارمان پرسپيڅلي لارپه مقدسوقدمونوداوراووينوله خونړيوتوپانونوتير شوي يواودستروبريو درباطونوهاخوامودخپلوسپيڅلوارمانونودبريوجشنونه لمانځلي اودبرياليتوب هسكي جنډي مورپولي دي
خودحرص اوواك شيطاني جنون زموږ دبريوپه سردداسوسكروټوميخونه وهلي چي زموږ دبريوهسكي جنډي يي له خاوروسره خاوري كړي اوزموږدپرتمونواوبريو ستراو هسك برجونه اوقصرونه يي داسي وران اوويجاړكړي چي بيا يي زموږ په ستړولاسونو اوماتو زړونوكي درغولوتوان نه ليدل كيږي ، له موږ سره بيا زموږ هغه توره نه وي زموږ لاسونه ستړي اوخالي وي ،زموږ زړونه مات اوله كركي ډك وي .
موږتل دخپلوبريوپه بيه ځان ته ستري ناكامي ګټلي دي چي بيا نوزموږ دبريونغمي غلي شوي او موږته يوازي دخپلوشرميدونكو ماتو ناكامه افساني اوخاطري پاتي وي .
دزوراوظلم په دي لوي ميدان كي چي ز موږ دميليونونوسرښندونكوويني وبهيدلي څه موترلاسه كړل ؟ آيا موږ دوياړلپاره څه شي لرو؟ ايا ددي ميليونونومعصومواوبي ګناه ارزوګانودتالاكولوځواب راسره شته ؟
موږ په څه ووياړو؟؟موږدخپلو بريوسترقصرونه اوهسك برجونه پخپلولاسونونړولي اووران كړي دي ،موږ يوازي دخپل ځان په وړاندي جنګيدلي يو،دخپلي هستي دورانولواتلان يو،موږ خپلي هستي ته اوراچولي دي ،هغوي چي يوازي دځان په وړاندي جنګيږي اودسترواتلوليودعواكوي هغه موږ يو.
په دي اوږده اوشرميدونكي ناورين كي چي موږ هريوځان ته اتل اووياړمن وايو،ايا داديوه سپيڅلي ضمير ږغ دي ؟ په رښتيا هم موږ اتلان اوسپيڅلي يو؟ هغوي چي دځان په څير ديوي ستري هستي دسرونودغوڅولووياړلري هغوي سپيڅلي دي ؟ نه هيڅكله نه ، سپيڅلي هغه وو،چي د خپلي ميني په خاطر له خپلي ويني تير شول ،داوراووينود توپانونوپه لاريي دحق اوعدالت داتلانوپه څير منصوري دارونه په ځان ومنل اودخپلوسپيڅلواومعصوموهيلو سره يوځاي له دي فاني دنيا نه وكوچيدل اود نوراولمرابدي چيني ته يي مزل وواهه ، هغوي ستراوسپيڅلي وو،هغوي په ظاهراوباطن ښكلي وو،خوداغ داغ په وينوغرق له موږنه وكوچيدل ،اوموږ يوازي وير ،ماتم اوددوي ديادونوشيون ته پاتي شوو.
خدايه څه شول هغه ښكلي ښكلي خلك
په ظاهر په باطن سپين سپيڅلي خلك
هيڅ خندامي له دي خلكوسره نشي
ژړوي مي هغه تللي تللي خلك ",زه داغ داغ غرق يم په وينو
2731,الحاج مولوی نورالحق,"
د حرا په غره کي :
کله چی دنبی کریم ﷺ عمر څلویښت کلنۍ ته نژدی شودده او قوم ترمنځ عقلی لری والی رامنځ ته کیده ځکه دی پیغمبر اوقوم یی مشرک وو. یواځی والی یی غوره کړ ځان سره به یی اوبه اوستوان واخستل غار حراته (چی په جبل نورکی واقع د ی )به لاړ درمضان میاشت به یی هلته تیروله که مسکین به ورغی خواړه به یی ورکول اکثر وخت به دالله ﷻ په عبادت کی مشغول وو .
الله تعالی دمحمد عربی ﷺ په زریعه دزمکی نقشه بدلول مقرر کړی وو قرآن یی ورکړ انسانانو ته یی لارښونه وکړه دتیارو څخه یی رڼا لور ته راوبلل
جبرئیل وحی راوړی :
عمر یی چی څلویښت کاله شو دنبوت اثار پری ښکاره شول ریښتینی خوبونه به یی لیدل کوم خوب به یی چی ولید دسبایی درڼا په څیر به واقع کیده شپږمیاشتی روسته الله ﷻ په نبوت ونازاوه اودځمکی لپاره یی رحمت وګرځاوه ددغه نیټی په اړه صفی الرحمن المبارکپوری لیکی :
(جبرئیل ورته لمړۍ وحی ددوشنبی په ودځ د ۱۰اګست ۶۱۰میلادی کال راوړه )
حضرت عایشه رضی الله عنها دنبوت واقعه داسی بیانوی :
لمړی یی نیک اوصامح خوبونه لیدل کوم خوب به یی چی ولیده دسباپه څیر به رښتیاکیده غار حرا کی به یی عبادت کاوه یوه ورځ ورته جبرئیل راغی ورته یی ویل وایه نبی کریم ﷺ ورته وویل زه لوستونکی نه یم نبی کریم ﷺ فرمایی بیا یی زه ونیولم زوریی راکړ دومره حدته چی ما هغه زور محسوس کړ بیایی وویل وایه ماوویل زه لوستونکی نه یم ویی نیولم اوزور یی راکړ دری کرته یی همداسی وکړل بیایی راته داایاتونه الاوت کړل
لومړی نازل شوی ایاتونه :
اِقْرأبِاسْمِ رَبّکَ الّذِیْ خَلَق (۱)خَلَقَ الاِنْسَانَ مِنْ عَلَق(۲) اِقْرأ وَرَبّکَ الاَکرَمُ(۳)الّذِی عَلّمَ بِالْقَلَمِ (۴) عَلّمَ الاِنْسَانَ مَالَمْ یَعْلَمْ(۵)
سورة العلق
ژباړه : ولوله (ا ی محمده قرآن )په برکت دنامه درب خپل هغه رب پالونکی چی پیداکړی یی دی (ټول مخلوق ) پیداکړی یی دی انسان له ټوټی وینی څخه ولوله حال داچی رب ستالوی کریم دی هغه چی ښودلی یی دی (خط انسان ته ) په قلم سره ښونه یی کړی انسان ته دهغوشیانوچی دی پری نه پوهیده(بخواله ښودلوڅخه )
بیا رسول الله ﷺ خپل کور ته راغی اوخدیجی رضی الله عنها ته یی وویل ماپه کمبله کی تاوکړه کمبله یی کی تاوکړکله یی چی هیبت ختم شو نوواقعه یی ورته بیان کړه اووی فرمایل زه په خپل ځان وویریدم، خدیجی رضی الله عنها ورته وویل تابه الله ﷻ هیڅکله نه رسوا کوي ته خپلوانو سره خپلوی کوی دمشکلاتووالامشکلات حل کو ی دمیلمه عزت کوی په حق باندی مرسته کوی .خدیجی رضی الله عنه نبی کریم ﷺ خپل دتره ځوۍ ورقه بن نوفل ته بوتلو اوورته یی وویل دوراره څخه دی قصه واوره ،ورقه ورته وویل وراره څه دی لیدلی ؟نبی کریم ﷺ ورته ټوله قصه وکړه ،ورقه ورته وویل داهغه ملایکه ده چی موسی علیه السلام ته راغلی وواوته پیغمبر یی افسوس چی زه کمزوری یم که زه په هغه وخت کی چی تادی خپل قوم دمکی څخه اوباسی مابه درسره مرسته کړی وه نبی کریم ﷺ ورته وفرمایل ایامابه می قوم دخپله کوره اوباسی ؟ هغه وویل هو! هرچاچی ستا په څیر دعوت راوړی قوم یی قوم یی ورته تکلیفونه رسولي دي
دوحيي ډولونه ( اقسام ) :
تردی دمخه چی دنبی کریم ﷺ په نبوی زندګۍ رڼاواچوو باید دوحی په اقسامو ځان خبرکړو
(۱) ریښتینی خوبونه (دنبوت په پیل کی وو)
(۲) فرشتی به په رړه کی ورته څه واچول خو فرشته به یی نه لیدله
(۳) فرشته به ورته دانسان په شکل راغله اوښونه به یی ورته کوله
(۴) دجرس په څیر اواز به یی واوریده ورسته به فرشته راغله
(۵) فشته به ورته په خپل اصلی شکل راغله اووحی به یی راوړه
(۶) الله تعالی ورته پخپله وحی کړی وی لکه دمعراج په شپه دلمونځونوفرض کیدل
(۷) نبی کریم ﷺ سره دالله خبری لکه موسی علیه السلام سره یی چی کړی وی
نوربیا ",حضرت محمد ﷺ د نبوت په سيوري کي
2732,خالدهادي ,"
ښاغلی قاضي محمد حسن حقيار د ښاغلي جان ګل زوی دی او په ١٣٥٠ لمريز کال د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظراباد په کلي کي زېږېدلی دی
ښاغلی قاضي محمد حسن حقيار د ښاغلي جان ګل زوی دی او په ١٣٥٠ لمريز کال د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظراباد په کلي کي زېږېدلی دی .
ښاغلي حقيار په پېښور کې داتحاد له عالي لېسې څخه بکلوريا ، دابوبکر صديق (رض) له انستېتيوت څخه په اسلامي ثقافت کې ديپلوم او دساينس او تکنالوژۍ د اسلامي پوهنتون دشرعياتو له پوهنځي څخه لسانس او ماستري ترلاسه کړې دي.
له ادبياتو او شعر او شاعرۍ سره يې له کوچنيتوب څخه مينه وه او لومړی شعر يې په څوارلس کلنۍکي په کال ١٣٦٤ هجري لمريز په وحدت ورځپاڼه کې خپور شوى دى او ددې تر څنګ يې په بېلابېلو وختونو کې ګڼ شمېر روغتيايي او ژورنالستيکي کورسونه مې هم لوستي دي .
د ښاغلي حقيار د بېلابېلو سياسي ، ادبي او علمي تحقيقي چاپ شويو مقالو شمېر سلګونو ته رسيږي ، چي په غټ شمېره يې د هيواد دننه او بهر ، ورځپاڼو ، اونيزو ، او بېلابېلو نورو خپرونو کي چاپ شوي او خپري شوي دي .", محمد حسن حقيار
2733,قاضي محمد حسن حقيار,"
د پل خشتي جامع مسجد په ختيځه دروازه كې مې ځاى نيولى و. هر سهار به وخته دلته راغلم، خپل زوړ او پيوندي څادر به مې چي د ډيرو خيرو لـه لاسه يې سپين رنګ تور اوښتى و په مځكه اواركړ چكسونه به مې لـه تخرګونو نه ليرې كړل د څادر په څنډه به مې كيښودل، بيا به مې خپله مصنوعي (ساختګي) پښه ووېسته لـه چكسونو سره به مې جوخته كېښوده. پېنښڅه به مې ترورانه رابډوهله. د ورانه لـه پاسه به مې د خپلې غوڅې شوې پښې د ټپونو نښې او خاپونه خلكو ته واسطه كول او د روپۍ دوه وسوال به مې ترې كاوه، د خپل خيرن څادر لـه پاره به مې لومړى خپله دوه، درې افغانۍ كېښودې ځكه چې دې كار د خلكو د پام په را اړولو كې راسره مرسته كوله. ددې ځاى ښېګڼه دا وه چې دلته بيروبار ډېر وو، وچه ډوډۍ هم ارزانه پيدا كېده. كله به چې دلته سوالګر كوچنيان نه وو، نو د خلكو توجه به موږ ته وه. خو چې ښځو او كوچنيانو به ژړا او كوكې پېل كړې نو بيا د چا پام مونږ ته نه وو ټولو به د خپل جيب خيرې او د بچيانو د سر خيرات هماغوى ته وركاوه.يوه ورځ يو بل معيوب چې د څليرويشت يا پنځه ويشت كالو به و په دواړو سترګو ړوند، د مخ نيمه برخه يې سوزېدلې، پر چويي د پوزې لـه نيمې برخې سره نيمه زنه هم وړې وه، يو لاس يې لـه څنګل او بل يې لـه بيخه غوڅ وو هم راغى. هغه كوچنى چې دده لارښود و او دى به يې لـه لمنې نيولى ګرځاوه ورته وويل چې: ""همى جاى است ده امى بغل بشى"" ده هم شا دېوال او مخ د خلكو لارې ته كړ همدا چې د ناستې تابيا يي وكړه او لا ځمكې ته رسيدلى نه و د نورو سوالګرو او په ځانګړي ډول د ښځو لـه احتجاج او غالمغال سره مخ شو "" برو ګم شو تو از كجا امدي، ايجه به ما كس يك قيران نميته، تو ام امدي ديګه جا يا سرت قات بود، ايجه خو جاى ام كم اس. اگه تو بشينى جاى دېم تڼ ميشه باز ما را م هى ميكنه."" خو ده په ډېره سړه سينه ځواب وركاوه ""خير اس وارخطا نشو هر كس نصيب خوده ميخوره، كجا برم…"" ښځو كه هر څومره غالمغال وكړ خو دده مجبوريت پرې زور ور وو.هملته كښيناست. زما پرې زړه وسوځېد د بيچاه حال تر موږ ټولودلته زموږ غريبي نه كېده په ټولـه ورځ كې به مو ايله لس پنځلس روپۍ پيدا كولې هغه هم داسې چې كله به څوك جومات ته ننوت او بوټان به يې په دروازه كې پرېښودل نو موږ به لـه دې فرصت څخه ګټه واخسته، د هغه بوټان به مو د خپل څادر په پيڅكه پاك كړل، ګردونه به مو ترې وڅنډل، ځان سره به مونږ دې كيښودل او د بوټانو خاوند ته به مو داتاثر ور كاوه چې بوټان يې ورته موږ ساتلي كه نه … هغه به بيا لـه شرمه هم يوه روپۍ راخطا كړه. دلته نور، كور خو پرېږده اّن چې زموږ د ګېډې كار هم نه كېده، هره ورځ به مو لس روپۍ پوليسانو ته هم وركولې چې لـه دې ځاى څخه مو ونه شړي. زما خواته نوي معيوب راته وويل چې وامې ورېدل لـه معيوبينو او يتيمانو سره د مرستې دفتر لـه دوى سره مرسته كوي، دفتر يې شهر نو كې دى زه خو په دواړو سترګو ړوند يم راځه چې دواړه يو ځاى ورشو ګوندې څه مرسته راسره وكړي. ما چې دا مې څوومه ورځ وه كورته وچه ډوډۍ هم نه وه وړې دا خبره ځانته زيرى وباله دستي سوچ واخستم په څو دقيقو كې شهرنو ته ورسېدم. د مرستې دا دفتر مې په ډېرې اسانۍ پيدا كړ، عريضه مې وركړه هغوى پر ما ډېر زړه سوى او زما د غوڅې پښې او ځوانۍ په ليدلو ډېر خفګان او افسوس څرګند كړ. سمدستي يې ماته دوه بورۍ وړه، درې دوه نيم مني ټيمه غوړي، دوه منه لوبيا او صابون راكړل، كراچۍ مې ورته ونيوله، د كور په منځ كې مې وغورځول، نږدې وو لـه ډيرې خوشحالۍ سكته وكړم، خپلې ميرمن ته مې لـه دروازې ورغږ كړ: نن به ښه ډېر وړه لمدوې، ټول كوچنيان به په ډوډۍ او لوبيا مړوې، نن به كوچنيان وږي نه ويده كوې. لـه همدې سره دده بل غږ زما د سوچونو تناب وشكوه: ""څنګه زما لـه خبرې سره موافق يې كه نه؟"".سبا د پل خشتي په دروازه كې سره يو ځاى شو او لـه دې ځايه مو د شهرنو په لور حركت پيل كړ. ټوله ورځ مو د شهرنو كوڅې ګز او ګام كړې. خو چا د دفتر درك راونه ښود. سبا مو بيا خپل هدف ته مخه كړه لـه ډېرو پوښتنو وروسته مو دفتر پيدا كړ. د دفتر اداري مدير راڅخه عريضې واخستې او د دفتر رئيس ته يې وروړې. رئئس سبا ته وروغوښتو، سبا په ټاكلي وخت ورغللو. رئيس قلم راواخست لومړى زما د معيوب ملګري مخ ته كښناست او پوښتې يې ترې پيل كړې.- - نوم دې څه شى دى؟- سردار اغا.- د چا زوى يې؟- د نسيم خان.- د كوم ځاى يې؟- د پروان ولايت د جبل السراج د ولسوالۍ دده پايان د كلي.- كله معيوب شوې؟- پنځه كاله وړاندې.- قوماندان دې درسره مرسته نه كوي؟- نه كله چې زخمي شوم او روغتون ته يې ويوړم، بيا مې تر نن پورې ونه ليد يوه روپۍ يې راته ګوشت خوګ. خبر يم چې ښه يې ساعت تير او كش و فش يې برابر دى درې كروزينه او درې څلور ډاډټسنې لـه باډۍ كارډانو ډكې ورپسې ګرځي.- ښه د ټپي كېدلو كيسه دې راته ونه كړه، چېرې او څنګه ټپي شوې؟ - پنځه كاله وړاندې چې طالبان شمالي ته راننوتل نو په چيكل كې مو د جګړې لومړۍ كرښه وه، زه د ګروپ قوماندان وم. موږ د طالبانو د چريك لـه ويرې د خپلې پوستې شا وخوا بمونه ښخ كړي وو. كله كله به هغوى پكې چيركي حملې كولې، كله موږ ورته كمين نيوه او كله بيا موږ حملې كولې او هغوى به .... كله سردار اّغا خپله كيسه رئيس ته كوله نو زما پدن ورو – ورو ميږي ميږي كېده، لـه مبهم اضطراب سره مخ شوم، په ډېر تلوار او ناكراري مې د كيسي د پاتې برخې د اورېدلو هيله لرله.)) يوه شپه چې هغوى ښه مخ ته راغلي وو موږ ورته په كمين كې په دې هيله ځان غلى كړى وو چې ټول ژوندي ونيسو، ځكه د ژونديو اسيرانو بيه تر مړو ډېره لوړه وه. د هر اسير په سر به يې كورنۍ لـه پنځه زره لكه افغانى نيولى اّن تر شل او دېرش زره لكو افغانۍ راكولې خو مړي به بيا زر دوه زرو لكو پورته نه خرڅېدل. كله چې هغوى بېرته ستنېدل نو موږ پرې ناتاره ډزې پېل كړې. د مرميو او اور لـه كبله فضا سپين پړق شوه ډېر طالبان مو ووژل، ډېر مو ژوندي ونيول. كله چې لـه جګړې وروسته خپل مركز ته نږدې شو، ناڅاپه د ماينونو لـه كتار سره مخ شو. په لږه شېبه كې زموږ ډېر ملګري هم والوتل، د ماينونو ډيرې پارچې پر ما هم برابرې شوې او بيا شپږ مه ورځ پوه شوم چې په روغتون كې يم.كله چې سردار اغا كيسه ختمه كړه نو ماته تيروختونه سترګو ته ودرېدل. ټوله صحنه مې د ذهن په سكرين كې تيره شوه، لكه د كوم فلم ستورى چې په كوم فلم كې كار كړى وي او بيا هماغه فلم د سينما په پرده ګوري، ځان رانه هم ډېر ظالم او هم ډېر مظلوم ښكاره شو، وجدان مې د سردار اغا د ړندو سترګو او غوڅو لاسونو د مظلوميت د پړې د منلو او نه منلو په كشمكش كې وو چې رئيس راباندې غږ كړ: ښه ځوانه ستا نوم څه شى دى؟ د پلار نوم دې څه شى دى...)) ما هم ځوابونه وركړل خو كله يې چې وپوښتلم كله او چيرې ټپي شوى يې؟ نو هك پك پاتې شوم چې څه ځواب وركړم. رئيس زما هيښتيا حس كړه بيا يې وويل: ""ته هېڅ پروامه كوه دا يوه بې پلوه او بهرنۍ موسسه ده، ټولو معيوبينو ته په يوه سترګه ګوري، د چا لـه تنظيم او ځاى سره كار نه لري نه بالكل ډاډه اوسه.)) خو زما ستونزه د تنظيم رسوا كېدل يا د نيولو ويره نه وه زه سردار اغا ته ځورېدم. رئيس ته يې ويل، صاحبه د سردار اغا كيسه خو دې واورېده. همدا زما كيسه هم ده. خو زه لـه طالبانو سره وم موږ په همدې شپه لاړو د دوى د پوستو د شا وخوا هغه ماينونه مو چې دوى موږ ته ايښي وو د هغوې نقشې لـه مخې چې د دوى يو تن ملګري پر موږ پلورلې وه وويستل او په نورو هغو ځايونو كې موږ ښخ كړل چې د دوى تګ را تګ پرې وو څه مو نور هم ورسره اضافه كړل. كله چې بيرته خپل سنګر ته ستنېدلو نو د دوى په كمين واوښتو زه د دوى د پيكا د مرميو ښكار شوم اوس مې خيټې او د بدن نور ټپونه ښه دي خو پښه مې په خپله وينې. ",قربانيان
2734,,"
شنبه ٣١ غويی ( باستن )
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د يو شمېر وزيرانو او سلاکار وزيرانو سره يو ځای د امريکې د باسټن د ښار د لوګن هوايي ډګر ته ورسېد.
د الوتکي څخه د راکښته کېدلو پر وخت دولسمشر کرزی تودهرکلی وشو ، او د امريکې متحده ايالاتو ملي سرود وږغول شو .
ټاکل شوی ده چي سبا يکشنبې به ولسمشر حامد کرزی د باسټن په پوهنتون کي وينا کوي، د ژورناليستانوپوښتنو ته به ځوابونه وايي ، او د نوموړي پوهنتون له خوا به ورته افتخاري ډکتورا ورکوله کيږي .
ولسمشر کرزی امريکې ته ددې سفر په ترڅ کي د امريکي او افغانستان پر يو لړ سياسي اواقتصادي چارو خبري کوي . او همدا ډول له ولسمشر جارج بوش سره په ګوانتانامو ، باګرام ،او نورو امريکايي زندانونو څخه افغاني زندانونو ته د افغاني زندانيانو د ليږدولو پر سر خبري کوي .
ولسمشر کرزی دباسټن ښار د لوګن هوايي ډګر ته په رسېدو سره له تاوده هرکلي سره مخ شو . په خپرو شويو انځورنو کي د افغانستان له پاره د امريکې پخوانی سفير او د جارج بوش ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خليل زاد هم تر سترګو کېږي .
",ولسمشر حامد کرزی باسټن ته ورسېد
2735,,"
يکشنبه ١ غبرګولی ١٣٨٤
افغان ولسمشر حامد کرزی د شنبې په ورځ امريکې متحده ايالاتو د باسټن ښار ته ورسېدی ، نوموړي امريکې ته تر روانېدو مخکي د شنبې په سهار په کابل کي خبريالانو ته د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي وويل چي له ولسمشر بوش سره به په افغانستان کي د ايتلافي ځواکونو پر ناببره او د ملي اردو د پوځونو سره تر مشورې پرته عملياتو د مخنيوي او د ايتلافي ځواکونو له زندانونو څخه د افغاني بنديانو د خلاصولو په اړه جدي خبري کوي .
حامدکرزي په باګرام کي د ايتلافي ځواکونو له خوا د دوو کسانو د وژل کېدو په خبر ژوره خواشيني وښودل ، او په دې اړه يې د پلټنو غوښتنه وکړه .
د رويټر نړيوال خبري اژانس دخبر له مخي نن ماځيګر د امريکې ولسمشر جارج بوش کور ته د تګ پر وخت خبريالانو ته وويل چي د دوشنبې په ورځ به له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ويني ، او خبري به ورسره کوي . نوموړي وويل چي د خبرو يوه موضوع به د نيوز ويک مجلې د هغه خبر په اړه وي د کوم په سبب چي په افغانستان او يو شمېر نورو هيوادونو کي خونړي لاريونونه وشول .
",ولسمشر کرزی به له جارج بوش سره په دوشنبې وګوري
2736,,"
يکشنبه د غبرګولي لومړۍ نېټه
په عراق کي دبیارغوني امریکایي اداره وایي دیاغیانوبریدونه ددې هیواد بیا رغونه گواښوي .ددې ادارې مشربیل تیلور پرون په بغداد کي خبریالانوته وویل په تیریوه کال کي دوه سوه پنځه نوي کارگران اوامنیت ساتونکي دیاغیانوپه لاس وژل سویدي .دده په وینا دعراق دبیا رغوني لپاره دبېلو شویوپیسو شپاړسمه برخه اوس په امنیتي برخوکي په مصرف رسیږي .دعراق دبیارغوني مشربیل تیلور وویل دیاغیانودبریدونو له امله بیي لوړي شوي اوپانگه وال نشي کولای چي په دې لوړوبیو کاروکړي .
",برېدونه په عراق کي جوړونه ګواښوي
2737,,"
يکشنبه غبرګولي اوله نېټۀ
دامریکا جمهورریس جورج دبلیوبوش په خپله اونیزه راډیویی ویناکي چي تېره شپه خپره شوې دډیموکراسۍ په لور دافغانستان د حکومت له تگ لوري ملاتړ کړی .ولس مشربوش که څه هم په امریکایي زندانو کي له افغانوبندیانوسره دبدچلند اوپه د بگرام په زندان کي ددو افغانوبندیانودوژل کېدو دراپورپه اړه څرگندوني ندي کړي خو ویلی يې دي له افغانستان سره به دسولی اوډیموکراسۍ په لورتگ کي همکارۍ ته ادامه ورکړي جمهورریس بوش ویلي افغانستان نوی اساسی قانون اونوی منتخب جمهورریس لری اودخپلولابریالیتوبونو دپخلي لپاره پارلماني انتخاباتوته ځان تیاروي .دبوش په وینا هغه ملت چی یو وخت یی یوازی ترهگری پیژنده اوس دازادۍ ژوندي کیدل ویني نو دوی به له دې ولس سره همکاری جاری وساتی .
",بوش وايي له افغان ولس سره به همکاري جاري ساتي
2738,,"
يکشنبه د غبرګولي اوله نېټۀ
له کندهار څخه ښاغلي خليل الله سروري بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي نن د غبرګولي د مياشتي پر لومړۍ نېټۀ د کندهار ولايت د ښاروالۍ په تالار کښي ښاغلي عبدالاحد ژوند په لارښوونه ( ډايرکټ ) جوړ شوی هنري فلم ( د کوڅو سرګردان ) نندارې ته وړاندي شو .
په دې وروستيو کي د کندهار ولايت د تياتر او تمثېل ځوانو لوبغاړو پام وړ فعاليتونه پيل کړي دي . په دې وروستيو کي ځينو نړيوالو راډيو ګانو او ويبپاڼو په کندهار کي د تياتر د تاريخ ، او نوموړې سيمه کي د تياتر د مخکښانو په اړه په پرله پسې توګه خپروني کړي چي ددې سره سم له کندهاره د تياتر په برخه کي د ځينو نوو پرمختګونو خبرونه خپاره شوي دي .
دا په داسي حال کي ده چي په څو تېرو اوونيو کي د هيواد د تياتر او سېنما دوه ځلاند ستوري ارواښاد استاد جان محمد پلار ، او ارواښاد استاد ف فضلي له دې نړۍ سترګي پټي کړې .
ښايي کندهار غواړي د تياتر او او تمثېل مينه والو او هنرمندانو ته نوي زيري وړاندي کول غواړي .په تېرو کلونو کي د کندهار ولايت او سيمي څخه يو شمېر تنکيو ځوانانو د تياتر او فلم په برخه کي په کار پيل کړی دی . که څه دوی لا تر اوسه د خپلو کارونو د راپورونو پر وخت له بېلابېلو ستونزو سر ټکوي ، خو ويل کيږي چي په د وخت په تېرېدو سره به په کندهار ، ننګرهار او ځينو نورو سيمو کي د تياتر او فلم نوي راټوکيدلي استعدادونه په لږ وخت کي زيات پرمختګونه وکړي .
په کندهار کي د نوي هنري فلم د نندارې په اړه به بېنوا ويبپاڼه يو ګزارش خپور کړي . لوستل يې مه هيروئ
",په کندهار کي يو هنري فلم نندارې ته وړاندي شو
2739,,"
يکشنبه د غبرګولي اوله نېټۀ
امریکایي مامورین دولسمشرحامدکرزي په حکومت نیوکي کوي چي دمخدرو مواد ودسوداگرۍ په مخنيوي کي پاته راغلی دی .دنیویارک تایمزورځپاڼي پدې اړه یوه نوې مقاله خپره کړې چي په یوه برخه کي یې په افغانستان کي دمیشتوامریکایي مامورنیوله خولي لیکل شویدي د افغان ولسمشردحکومت دکمزوري دریځ له وجهي پدې هیوادکي دکوکنارودکښتونو دله منځه وړلوپروگرام بې اثره شوی .نیویارک تایمیزدپه کابل کي دامریکادسفارت اودبهرنیوچارودوزارت ترمنځ دځیني تیلی فوني تماسونوله مخي وایي دسفارت لوړپوړومامورینودبهرنیوچارووزیري کندلیزارایزته ویلي دي دافغانستان سیمیزمشرانو اودولتي مامورینودکوکنارو د کروندودړنگولومخه نیولې .اودجمهورریس حامدکرزي په گډون لوړپوړو افغان حکومتي مامورینوددې په مخ نیوی کي پوره هڅه نه ده کړ .
",کرزي د کوکنارو په مخنيوي کي پوره هڅي نه دي کړي
2740,خليل الله سروري - کندهار,"
دوشنبه دغبرګولی٤ مه ( خليل الله سروري کندهار)
د شنبي په ورځ دغوايي دمياشتي پر ۳۱ نېټه وروسته له يوې اوونۍ دوهم لوړ هنري پښتو فلم ننداري ته وړاندي شو دافلم يو ځل دفرانسي په فلمي فسټوال كى ښودل شوي وو او ددهم ځل لپاره په وياړلى او تاريخي كندهار كښي ديوي غونډي په ترځ كي دكندهار ولايت دښاروالي په تالاركي جوړه شوي وه نندارى ته وړاندي شو .
دغونډي په پيل كښي دكندهار ولايت داطلاعاتو او كلتور رئس ښاغلي عبدالمجيد بابى دفلم د ډايركټر ښاغلي عبدالاحد ژوند پر ژوند ليك او هنرى فعاليتنو باندي ړنا واچوله وروسته دلوى كندهار دكلتوري مركې مشر ښاغلي ډاكټر طارق رشاد دسينما توګرافي او خوځنده انځوريز هنر په اړه دغونډي برخوالو ته معلومات وركړه وروسته ډايركټر ښاغلى عبدالاحد ژوند دخپل ډايركټ سوي فلم ( دكوڅو سرګردان ) په اړه دغونډي برخوالو ته معلومات وړاندي كړه
ورپسې( د کوڅو سرګردان ) نندارى ته وړاندى شو چي يو ساعت او شل دقيقې يې دوام وكړ .
دغونډي په پاى كي دكندهار ولايت دپوهني ريس ښاغلي حيات الله رفيقى دفلم ارزونه وكړه او غونډه ديوې مازدګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسيده.
", هنري فلم : د کوڅو سرګردان نندارې ته وړاندي شو
2741,ګل آغا احمدي وردك,"
ليكونكى:ګل آغا احمدي وردك
يکشنبه د غبرګولي اوله نېټۀ
كه د پرمختللیو هيوادونو اقتصادي، سياسي او ټولنيزې ودې، پرمختيا او په دې لړ كې حيرانوونكيو پرمختګونو ته په ژوره توګه وكتل شي نو داسې ښكاري چې معياري ښوونه او روزنه په نړۍ كې د ټولو برياوو سرچينه او بنسټ ګڼل كيږي.
د نوموړي بنسټ اهميت د اسلام په دين كې تر بلې هرې نظريې ښكاره او څرګند دى او د ګڼو قرآني آيتونو او نبوي احاديثو په ترځ كې يې خلك د پوهې زده كړې خپلولو ته رابللي او پوهنه يې د ټولو ښيګڼو اساس بللې ده.
په همدې توګه د نړۍ زياتو پوهانو، روڼ آندو، مفكرينو، شاعرانو، اديبانو او ليكوالانو د دې موضوع اهميت په خپلو ليكنو او ويناوو كې پټ نه دى ساتلى بلكي وخت پر وخت يې خلك د پوهې زده كړې ته رابللي او پوهنه يې د نړۍ د ولسونو د نيكمرغۍ ، سوكالۍ او پرمختګ يوازينۍ وسيله ګڼلې چې نوموړى بهير ورو ورو په مسلكي ښوونه او روزنه بدل شوى دى.
د افغانستان خلك او چارواكي هم د نړۍ د نورو ولسونو په څير د معياري ښوونې او روزنې بنسټ ته په ځانګړي اهميت قايل دي او په دې لړ كې ځينې ګړندي ګامونه مخكې له مخكې اخيستل شوي چې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه او شهيد سردار محمد داودخان د حكومتونو پر مهال د پام وړ كارونه سر ته رسيدلي دي. خو په خواشينۍ سره بايد ووايو چې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د كودتا سره سم معياري ښوونه او روزنه هم د ژوند د نورو ګټورو بنسټونو په څير د ويجاړتيا په خوا روانه شوه او په تدريجي توګه يې خپل معياري اساسات له لاسه وركړل.
د افغانستان د لنډمهالې او منځمهالې ادارې د رامنځته كيدو سره جوخت د ښوونې او روزنې معيارونو ته يو ځل بيا د افغاني پوهانو او چارواكو پام ور واوښت چې تراوسه په دې لړ كې څه سطحي كارونه سر ته رسيدلي دي خو په حقيقت كې زموږ د ښوونې او روزنې بهير لا تراوسه هغه وړ معياري بنسټونه په لاس نه دي راوړي چې د زمانې له غوښتلو سره سم افغان وياړلى ملت ورته اړتيا لري.
د معياري ښوونې او روزنې په لړ كې ښه خبره داده چې د مسئلې په ټولو خواوو له سره غور وشي په دې هكله به غوره خبره دا وي چې په ټولو ښاري او كليوالي سيمو كې د وګړو د نفوس په انډول د ښوونځيو د رامنځته كولو، تعميرونو ، مسلكي ښوونكيو، درسي موادو، كتابونو، كتابتونونو، ژبې، كلتور او فرهنګ، علمي او مسلكي سمينارونو جوړولو او داسې نورو اړينو ګامونو د پورته كولو په هكله له سره فكر وشي چې بايد د زمانې له غوښتنو سره سم پورته او په دې لړ كې د هر راز ګډوډۍ او ناخوالو مخه و نيول شي.
د معياري ښوونې او روزنې په لړ كې زيات كار ته اړتيا ده خو دوه څيزونه تر ټولو مهم دي چې د غوره ښوونكي او بريالي تعليمي نصاب څخه عبارت دي. په دې ځاى كې اړينه ګڼم چې دې دواړو اړخونو ته په لنډه توګه اشاره وكړم:
لومړى: غوره ښوونكى يا استاذ
ښوونكى د ټولنې د زده كړې او د پوهې د بنسټونو اصلي معمار او بنسټ ايښودونكى دى چې نوى او ځوان نسل د خپلې ټولنې د پرمختګ الهام او پيغام ترې اخلي. نو ښه خبره داده چې ښوونكى په دې لړ كې د مناسبې مسلكي زده كړې څخه برخمن وي، په ښوونيزو، تدريسي چارو او د خپل مضمون د محتوياتو په اړه پراخ معلومات ولري. همدارنګه بريالى ښوونكى د خپلو زدوه كوونكيو د زده كړې له اړتياوو څخه پوره پوره معلومات ولري او د زده كوونكيو د سويې سره سم په داسې اغيزناكه توګه د تدريس چارې پر مخ بوزي چې هر زده كوونكى د خپل استعداد په انډول له درسي ټولګي څخه د زده كړې ونډه په لاس راوړي. بريالى ښوونكى بايد داسې وي چې د خپل ټولګي په فضا بشپړ كنترول ولري او له هر راز توپير پرته د يوه ښه مربي او مهربانه پلار په توګه كار وكړي. په همدې توګه حاكمه اداره، چارواكي او ذيدخل اړخونه هم بايد د ښوونكي لپاره داسې ماحول رامنځته كړي چې د هغه ټولنيزې، علمي او اقتصادي اړتياوې يې په ښه توګه په نظر كې نيولې او د غوره كار په نتيجه كې يې په مالي او تشويقي ډاليو و پالي.
دوهم: غوره تعليمي نصاب
غوره تعليمي نصاب د زده كړې په بهير كې د خپل ځانګړي اهميت څخه برخمن دى چې د عصر له غوښتنو سره سم په داسې توګه برابر شوى وي چې د هرې مرحلې د زده كوونكيو له استعداد سره سم د پرمختګ په لور ګامونه ږدي.
د افغانستان ښوونيز او روزنيز ډګر په دې لړ كې د مختلفو نصابونو شاهد دى چې د زياتو نيمګرتياوو سره د خپل عصر له غوښتنو او شرايطو سره سم د زده كړې په ډګر كې پلى شوى دى. خو په دې لړ كې هره زمانه د خپلو ځانګړو غوښتنو او شرايطو درلودونكې ده او كوم تعليمي نصاب چې په حاضر وخت كې د ښوونې او روزنې ډګر ته ور وړاندې شوى يو بيړنى نصاب دى چې په هيڅ توګه د اوسنۍ زمانې تعليمي غوښتنې بشپړ ځواب له ځان سره نه لري چې د دې تعليمي نصاب بدلول د زمانې يوه مهمه او اړينه اړتيا ده.
په همدې توګه د معاصر دور د ښوونكيو د زياتره برخې په اړه هم داسې فكر كيږي چې له هغو ښوونيزو معيارونو او لازمې زده كړې څخه بې برخې دى چې د هيواد د تنكيو بچيانو د سالمې او علمي روزنې په وړ او مناسب دي چې په دې لاره كې ارزښتناكو، عملي او بيړنيو ګامونو ته اړتيا ليدل كيږي.
د افغانستان اوسنى ښوونيز او رونيز نظام بنسټيزو بدلونونو ته اړتيا لري څو د نړۍ د نورو ولسونو په څير د معيارونو په تول پوره وخيږي او په دې لړ كې بايد وويل شي چې يوازې د قانون په رڼا كې معياري ښوونه او روزنه به هيواد له اوسنيو لويو لويو ستونزو او خنډونو څخه ژغوري، همدغه معياري ښوونه او روزنه به د افغانانو لپاره د قانون په رامنځته كولو او لوړو لوړو هيلو په لاسته رواړلو كې جوت رول لوبوي چې په دې توګه نوموړى بنسټ د ټولو راتلونكيو برياوو پيلامه او سرچينه يې ګڼلى شو. لوى خداى (ج) دې زموږ حاضر او نوى نسل ته د معياري ښوونې او روزنې د ښكلاوو جامې په تن كړي.
",معياري ښوونه او روزنه د بريا وو سرچينه
2742,زرولي خوشنود - خوست,"
١٣٨٤غبرګولی ١
سره ګلونه
ښه ښکلي پسرلي کي سره ګلونه ښکلي ښکاري
د مرغانو پرې چغار وي چمنونه ښکلي ښکاري
دی خزان د جدايی ځای يې شي پورته په اسمان کي
شي د عشق په محفل کي يې نازونه ښکلي ښکاري
دغه وخت خو د خندا وي ای خوشنوده فکر وکړه
دغه نښي د قدرت په کي فکرونه ښکلي ښکاري
",سره ګلونه
2743,مولوی عبدالحق منصور,"
عنْ اَنَسٍ رَضُیَ اللهُ تَعَالی عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُوْ ل الله ﷺ ثَلاثٌ مَنْ کُنَّ فِیْهُ وَجَدَ حَلاوَ ة الاِیْمَانِ انْ یَکُوْنَ الله وَرَ سُوْلُهُ اَحَبّ اِ لَیْهِ مِمّاسَوَاهُمَاوَاَنْ یُحِبّ الْمَرءَلاَیُحِبّهُ اِلاّ لِلهِ وَ اَ نْ یَکْرَهَ اَ نْ یَعُوْدَ فِیْ الْکُفْرِ کمَایَکْرَهُ اَنْ یُقْذَ فَ فِی النّارِ
(متفق علیه)
ژباړه :
نبی کریم ﷺ فرمایلی چاکی چی دادری خویونه موجود وی دایمان خوند یی حاصل کړ لومړی داچی الله ﷻ اورسول ﷺ ورته دنور هرڅه څخه محبوب وی دوهم چاسره چی مینه کو ی دامینه یی نه وی مګر خالص دالله لپاره وی دریم کفر ته ستنیدل ورته داسی ښکاری لکه په اور کی چی اچول کیږی .
تشریح :
پورته حدیث شریف کی فرمایی چی کله دانسلن په زړه اودماغو دالله ﷻ اورسول ﷺ محبت دومره غالبه شی چی دهیڅ شی محبت ورته ونه رسیږی دغه کس دایمان په خوند اولذت پوه شو ترکومه چی دالله اورسول محبت دی حد ته نه و ی رسیدلای دایمان لذت اوخوند نه حاصلیږی مسلمان باید داسلام سره دخپل زان څخه هم زیاته مینه ولري دنفس هره غوښتنه چی داسلامی ښونو سره په ټکرکی و ی هغه پریږدی دایمان دغه درجه انسان ته پدی دنیا دجنت خوندونه ورکوی بیاورته په کفر کی داخلیدل داسی ښکاری لکه اور ته چی اچو ل کیږی
اللهم ارزقنا حلاوة الایمان
دکایناتو مالکه دایمان خوند مو نصیب کړه
",د ايمان خوند ( دایمان لذّت)
2744,حسيب الله مومند,"
دوشنبه دغبرګولي دوهمه
حسيب الله مومند
په ګوانتانامو كي د قران عظيم الشان د سپكاوي پرضد مظاهرو كي تراوسه اتلس كسان وژل شوي اونور ډير ژوبل شوي، دا مظاهري د څو ورځو راپديخوا دافغانستان په بيلابيلو ولايتونو كي ترسره شوي ، په نورو ولايتونو كي اكثراً سوله ييز لاريونونه ترسره شول، خوپه جلال آباد كي دا مظاهري ډيري خونړي وي. په جلال آباد كي څلور كسه وژل شوي، تر اوياو زيات كسان ژوبل شوي او په لسګونو وداني سوزول شوي، د ډيري خواشيني خبره داده چي په دي مظاهروكي يو جومات اوپه لس ګونو دقران عظيم الشان او احاديثو جلدونه هم د اور خوراك شوي.
په ښكاره داسي بريښي چي د ګوانتامو دعمل په وړاندي د ا دمسلمانانو يو طبيعي غبرګون دی ، مګر د جلال آباد ادارې ونشول كولاي په هوښيارتيا عمل وكړي او په دي توګه مظاهره د ورانكاري په لوري لاړه ،خو په حقيقت كي داسي نده، په يو وخت كي په بيلا بيلو ښارونو كي مظاهره حتماً څوك غواړي چي منظمه يې كړي، له هماغه لومړي شيبې نه چا په دې شك نه درلود چي د مظاهرو شاته څوك شته دي، خوښكاره نه وه چي څوك، د افغانستان تقريباً ټول دولتي و آزاد مطبوعات دا خبره يادوي چي ددي مظاهرو شاته د هيواد د دښمنانولاس دي او اوس خو ولسمشر حامد كرزي هم په وضاحت دا وويل چي د مظاهرو شا ته پردي لاسونه شته دي.
ددي مظاهري شاته څوك څوك وو په دي تراوسه ډير څه ويل شوي و ليكل شوي، په نني بحث كي غواړم د هغو قوتونو په هكله چي په افغانستان كي اړو دوړ په خپله ګټه ګڼي يو څه رڼا واچوم، كيداي شي په تيرو مظاهرو كي ددوي د كوم يو لاس اويا هم كيداي شي په دي ګرم تنور كي ټولو خپلي ډوډي پوري كړي وي.
پاكستان :
پاكستان په افغانستان كي د لاس وهني اوږد تاريخ لري ،د افغانستان په هكله دپاكستان عمومي ستراتيژي داده چي افغانستان بايد په پوځي او اقتصادي لحاظ دومره پياوړي نشي چي وكولاي شي پاكستان ته ګواښ پيښ كړي ، افغانانو د ډيورنډ ناروا كرښه هيڅكله نه منلي ده اونه به يي ومني او كه هركله دمناسب ځواك خاوندان شول نو هرومرو به په دي كرښه د بطلان كرښه راكاږي، همدا ويره دافغانستان په هكله د پاكستان دپاليسي بنسټيز محور جوړوي، ددي پاليسي د برياليتوب معراج په افغانستان كي د طالبانو راتګ و،خو هغه رژيم هم زيات دوام ونه کړ او دنړيوال فشار له امله پاكستان دې ته اړ شو چي دخپلو نازولو پرضد پخپله ګامونه پورته كړي او له منځه يي يوسي، خو اوس هم ډيري داسي نښي شته چي ښيي پاكستان دتروريزم سره په جګړه كي دپوره صداقت نه كار نه اخلي اوس هم په ښكاره توګه تروريستان د كرښي د هغي خوا نه را اوړي، عمليات كوي اوبيرته د كرښي نه هاخوا ستنيږي اوس هم د پاكستان په دولتي موسساتو كي دننه اوهم په ځينوسياسي ډلو كي داسي كسان او ځواكونه شته چي د پاكستان د دولت د ښكاره پاليسي پرخلاف په افغانستان كي د ترهګري ملاتړكوي.
همدارنګه هيڅ كوم بل داسي دليل نشته چي دافغانستان په هكله دي دپاكستان عمومي ستراتيزي بدلون موندلي وي، ځګه هغه منطق چي د پاكستان افغان ستراتيژي پري ولاړ ه ده، بدلون ندي موندلي ، نوفكركوم چي پاكستان اوس هم په داسي حال كي چي د نړيوال فشارله مخي دتروريزم سره په جګړه كي د نړيوال ائتلاف سره په يوه كرښه كي پروت دی خو دافغانستا دكمزوري كولو ستراتيژي يي اوس هم روانه ، په دې خواكي دافغانستان د بي امنه كولواو كمزوري كولو لپاره د پاكستان پاليسي جوړونكي ښايي يو اقتصادي دليل هم ولري. افغانستان دپاكستان د كرهڼيز او دويمي درجي صنعتي توكيو ترټولو ستر ماركيټ دی، په افغانستان كي بهرني پانګه اچونه به دافغانستان د اقتصادي او صنعتي ودي لامل شي او بهرني پانګي اچوني لپاره ترټولو د مخه ډاډمن امنيت اړين دی ، نوكه داسي وشي پاكستان به دخپلو دويمي درجي صنعتي توكيو يو سترماركيټ له لاسه وركړي، نوپكار ده چي بايد په افغانستان كي ډاډمن امنيت موجود نه وي ترڅوبهرني پانګه وال دلته د پانګي اچوني لپاره زړه ښه نه كړي يعني هم سياسي دلايل او هم اقتصادي دلايل شته چي پاكستان او يا حد اقل په پاكستان كي ځيني ځواكمني كړي اوس هم په افغانستان كي اړو دوړ په خپله گټه ګڼي
ايران :
دايران په ښكاره خو دپاكستان په شان موږ سره كومه سرحدي لانجه نه لري خو د رضا شاه په وخت كي د ايران كبير و ايران صغير ګنګوسو د ايران په هكله د افغانانو په زړونوكي ډيري وسوسې پيداكړي دي.
ايران د اسلامي انقلاب نه وروسته نورو هيوادوته د انقلاب دليږدوني يوه ډيره لوړخيالي ستراتيزي غوره كړه ، د خپلي همدي پاليسي پر بنسټ يې په افغانستان كي شيعه مذهبي ډلو ته چي د روسي تيري په وړاندي په جګړه بوختي وي ډيره پاملرنه وكړه او بيا په تيره دكله نه چي په لبنان كي ايران پلوي شيعه مليشه حزب الله په لبنان د سوريي د برلاسي له امله ايران ته خپله اغيزمنتيا له لاسه وركړه ايران هڅه وكړه خپله دا تشه په افغانستان كي ډكه كړي اوپه افغانستان كي هم يو حزب الله ځانله جوړكړي، دايران همدا پاليسي سبب شوه چي د كمونستي رژيم د ړنګيدونه وروسته افغانستان كي په واكمني كي د ونډي په سردشيعه وسله والو او سني وسله والو ډلو ترمنځ خونړۍ جګړې رامنځ ته شي.
د طالبانو په راتګ ايران په افغانستان كي دخپلي لوبي ټولي پاڼي له لاسه وركړي او ددي په خواكي ايران سره د طالبانو لخوا په ايران كي ميشت سني لږه كيو د لمسوني ويره هم پيداشوه، په دي حساب ايران په دي خوشحاله دي چي په افغانستان كي د طالبانو رژيم نسكورشو، خو اوس ايران په يوبل ستر كړكيچ اخته دي، ايران ونشول كولاي دخپل اتومي پروګرام په هكله او همدارنګه په ايران كي د انساني حقونو د مراعات په هكله نړيوالي ټولني سره توافق ته ورسيږي، ايران فكركوي چي د امريكا متحده ايا لات د عراق په شان غواړي د ايران اوسني رژيم ړنګ كړي ، نوپه دي حساب په افغانستا ن كي د امريكايي ځواكونو شتون په داسي حال كي چي په عراق كي هم امريكاييان او برتانيوان پراته دي، ايران ته يو ستر ګواښ دی،كه په ايران د امريكا د بريد ګواښ رښتيني وي، په طبيعي توګه ايران دخپل ځان د ژغورلو لپاره يوازي يوه لاره لري هغه دا چي په عراق او افغانستا ن كي امريكا بوخت وساتل شي، ايرا ن اوس د افغانستان دځيني شيعه ډلو سره نه بلكي د ځيني سني ډلو سره هم ډيري ښي اړيكي لري، د خميني دمرګ نه وروسته ايران نورو هيوادوته د انقلاب دليږدوني پاليسي پريښي ، اوس په سيمه كي دخپل نفوذ د پراختيا لپاره د مذهب پرځاي د ژبني اړيكو نه كاراخلي په دي توګه ايران اوس هم دا توان لري چي دخپلو بړيڅو له لاري دلته د بي امنيتۍ اور ته لمن ووهي، او په تيره بيا اوس چي د افغانستان او امريكا دستراتيژيكي ملګرتيا بحث روان دي، ايران به خپل ټول زيار وباسي چي د د ي كار مخه ونيسي.
روسيه :
روسيه چي يوكله د شوروي اتحاد په نوم زموږ ګاونډي هيواد و، په افغانستان دتيري د خطا له امله اوس موږ نه په زرها ووكيلو متره لري پروت يوهيواد دی، سره ددې چي اوس په افغانستان كي روس پلوه كمونستي ګوندونه ړنګ شوي. خو درست په هماغه وخت كي چي د شوروي اتحاد پوځي ماتي يقيني شوي وه او امريكا لږ لږ دمجاهدينو نه ځان ګوښه كاوه ترڅوچي بالاخره يي افغانستان يواځي پريښود او ايله د سپتمبر ۱۱مي نه وروسته يي ورته بيرته پام شو، پخواني شوروي اتحاد دمجاهيدينوځيني ډلو سره خپلي اړيكي ټينګي كړي، دا اړيكي چي بالاخره د جنرال دوستم ، د پرچم د كارمل فركسيون او ځيني جهادي ډلي يي د ژبني اړيكو په يوه مزي وتړلي او دنجيب رژيم يي پري رانسكور كړخپل اوج ته ورسيدلي، دي اړيكو افغانستان ته د طالبانو د راتګ نه وروسته هم دوام وكړ،او اوس هم هيڅ داسي دليل نه ليدل كيږي چي دا اړيكي دي كمزوري شوي وي .
روسيه چي دكمونستي رژيم د ړنګيدونه وروسته ديوستر اقتصادي او سياسي بحران نه د تيريدو په درشل كي ده، اوس يو ځل بيا غواړي دسيمي ديو سترقدرت په توګه سر راپورته كړي، خو اوس هم روسيه په چيچينيا او ځيني نورو سيمو كي د سختو ستونزو سره مخ ده او س هم روسيه دغرب اوامريكا سره ښو اړيكوته اړه ده په داسي حال كي چي په روسيه اوهغي هيوادو كي چي اوس هم روسيي د اغيزي ترلاندي دي دانساني حقوقو مسئله او دولسواکۍ پرمسئلي غربي نړي جدي انديښني لري، روسيه ښايي وغواړي امريكا د افغانستان د خوږي ګوتي نه ونيسي او مجبوره يي كړي چي د چييچينيا او په روسيه كي د ولسواكي او د انساني حقوقو دنه مراعات كولوپرمسئلي د روسيي په وړاندي چوپه خوله پاتي شي.
د روان بهير مخالفي ډلي:
ښكاره ده چي پورته هيوادونه نيغ په نيغه نشي كولاي په افغانستان كي اړو دوړ راولي، دوي په افغانستان كي د خپلو لاس پوڅو اوهمدارنګه هغو ډلو او كسانو نه كاراخلي چي د روان بهير سره وران دي، د طالبانو، د القاعده د ترهګرو او د ګلبدين د ملګرو نه پرته هغي وسله والي اويا سياسي ډلي چي ژبنيزي او قومي اجندا لري، اوبالاخره ټوپك سالاران او د نشه يي توكيو سوداګران په خپله ګټه ګڼي چي په افغانستان كي ډاډمن امينت ټينګ نشي.
د امينيت ټينګښت يواځي يه اداري اقداماتو نه ترسره كيږي او يو شمير سياسي ګامونوته هم ضرورت لري، د افغانستان دولت بايد د امينيت په ټينګښت كي ټول پورتني عوامل په نظر كي ونيسي او يوه جامع سياسي او اداري تګلاره غوره كړي .
",په هيواد کي د ورانيو شاته څوک دي ؟
2745,,"
",
2746,,"
حبيب الله غمخور – سويډن
١٣٨٤ د غبرګولي لومړۍ ورځ
همدا نن مي ديو دوست سره چي دارزگان ولايت اوسيدونکی دی دتليفون په مټ خبر ترلاسه کړ چي دپارلمان لپاره دانتخاباتوگويا مستقل کميسيون دهغي غلطي سر شميرني پر اساس چي تر سره شوې دارزگان ولايت ته دولسي جرگي دوکيلانو دري څوکۍ ورکړي .
کله چي مي دا خبر واوريد هېښ پېښ پاته شوم چي دا څه راته واېې بيا مي وپوښتل ته پو هيږې چي څه وايې دري نفره وکيلان ؟ دټول ولايت څخه؟؟؟ هغه وويل بلي دري څوکۍ او درې وکيلان .
په فکر کي ولاړم اودمکتب دپښتو ژبي په کتاب کي دگيدړي هغه قيصه مي راپياد شوه چي ويل يي دا ويش دي له چانه زده کړئ ؟ له ځان سره مي فکر وکړ دانتخاباتو په قانون کې خو راغلي چي دهر ولايت نه حد اقل يوه يا څو تنې ښځي هم بايد پارلمان ته ولاړي شي . ماته دټول افغان ولس ملي گټي مطرح دي او له هغوي نه دفاع کوم دا چي زه په ارزگان کي پيدا شوی يم هغه دخاړپوړو دځاي دحق داداکولو په خاطر مي وغوښتل چي دا څوکرښي وليکم او هيواد وال دداشان بي عدالتيوڅخه خبر کړم .
داسي راته معلومه شوه چي دارزگان ولايت خلک کولای شي درې نفره ولسي جرگي ته وټاکي چي دهغه جملي نه يوه ښځه په نظر کي نيول شوېده .
زموږ په وطن کي هر ورځ هر واکدار چي وغوښتل په اسانۍ سره کولاي شي دولايت او ولسواليو په شمير کي تغير را ولې . دبېلگي په توگه ،تر اوسه دگيزاب دولسوالۍ سرنويشت نه دی معلوم دکورنيو چارو وزارت ددې لپاره چي ديو او يادوو کسانو دخوشحالۍ لپاره ددايکندي څخه ولايت جوړ کړي پريکړه کړې چي دگيزاب ولسوالي د دايکنډي په ولايت پوري وتړل شي ،څرنگه چي اوس زموږ په هيواد کي جگپوړي چارواکي له بهر نه راغلې او دافغانستان دمحلاتو په هکله لکه څنگه چي لازم ده معلومات نلري دا شان پريکړي کوي چي دگيزاب ولسوالي دي په دايکنډي پورې وتړل شي .پداسي حال کي چي دگيزاب دولسوالۍ څخه دايکندي ته هيڅ ډول ترانسپورتي لار نشته ، څنگه کيداي شي دا خلک دخپلو ورځنيو ستونزو دحل په منظور دولايت مرکز ته ولاړ شي؟ له کوم ډول ترانسپورټ نه استفاده وکړي ؟ ضرورت يې څه دی چي دخلکو دارادې خلاف پريکړي وشي؟ ددې ولسوالۍ خلک چيغي وهي چي دا ددوي سره ظلم دی ، ولي چارواکو ددې لپاره چي کوم بل ښاغلی خپه نشي غوږونه کاڼه اچولي او دخلکو وړانديزو ته دقدر په ستر گه نه گوري بيا پر دغه شان کړنو دخلکو دستونزو دحل نوم ايږ دي .
همدا اوس دارزگان ولايت د دهراود،چورې ،خاص ارزگان ،چهارچينو،او نيش ولسواليواو مرکز په شمول شپږو اداري واحدونوپه لرلو سره ملي شورا ته دټاکنو دکميسيون له خواد تعصب نه ډکه دا شان پريکړه چي شپږو اداري وا حدونو ته دي په پارلمان کښې درې څوکۍ هغه هم يوه يې ښځو ته ځانگړي شوې ده عادلانه وبلل شي ؟ دارزگان اوسيدونکي داشان ويش کاملا غير عادلانه او له انصاف نه ليري بولې او ټول حيران دي چي ولي داسي کيږي ؟ بيچاره ولس دځان له وحمه ځکه څه نشي ويلاي که څه ووايي چارواکي او دهغوي بهرني پلويان ډير ژر هغوي دطالبانو او ياالقاعدې دتروريستي سازمان سره دتړاو په تور دبگرام او يا گونتانامو زندان ته ليږي . دا بيا څوک ثابته وي ؟ دهغو سره داړيکو په تور چي همدا اوس خلک زندان ته ځي رهبران او وتلي څيرې يې په کابل ، پښاور، کوټه او دپاکستان په نورو ښارو کي چکري وهي .
جالب ويش شوۍ دۍ هغه معلومات چي BBC څو ورځې مخ کي خپور کړ ستاسو درنو لوستونکو توجه يو ځل بيا ورته را اړوم .
ښاغلي بسم الله بسمل دټاکنو دپه اصطلاح خپلواک کميسيون مشر وايي :
دپارلمان لپاره (( ٢٤٩)) څوکۍ ټاکل شوې چي له هغه نه(( ١٢ )) څوکۍ کوچيانو ته ځانگړي شوي ،بايد ووايم پدي ورستيو کي چي کوچيانو داويش قبول نکړ ،درې څوکۍ دکوچيانو ښځو ته نوري ځانگړي شوې، چي دخندا وړده ، متاسفانه څوک کوچيانو ته په خپل هيواد کي داوسيدو ځاي نه ورکوي څنگه شوه چي دکوچيانو ښځو ته په پارلمان کي حق ورکړه شو ؟ دا پداسي حال کي چي ټولو افغانانو ته څرگنده ده چي دکوچيانو ښځي کاملا نا لوستې دي اوبل دا چې هغوي دپارلمان او سياستبازيو نه ډير ليرې دي .
هرومرو به د افغان کوچۍ ميرمنې په عوض ديوبل چا خپلوان او اغلې دکوچانوپه نامه پارلمان ته لار پيداکوي .
دخپاره شوې معلومات پر اساس دکابل ولايت ته ٣٣ څوکۍ او اوريدلي مي دي چي هرات او بدخشان ته هم ، هر يوه ته ١٧څوکۍ ،بلخ ،کندهار ،غزني هر يوه ته ١١څوکۍ ،ننگرهار ته ١٤څوکۍ ، پنجشير او نيمروز ته دوي څوکۍ ،پکتيا ،پکتيکا ، خوست او نوروته له دريو نه تر نهو پوري څوکۍ په نظر کي نيول شوې دي . زه اوس پر دغه تبصره نه کوم لوستونکي دي پخپله قضاوت وکړي .
دهيواد په يو شمير ولاياتو کي باسواده ښځي نشته او دهمدغو ولايتو ښځي نه دي اماده چي پارلمان ته ولاړي شي . همدا لهظه چي دا ليکنه کوم ((راديو اشنا ))اعلان کړه چي دارزگان څخه يو ښځې ځان پارلمان ته ټاکلی دی زه چي هلته زيږيدلۍ يم له ځان سره مي وخندل او سوال راسره پيداشو دا ښځه يي له کومه کړه چي پارلمان ته يې ځان وټاکه ولي هر څه بايد غولونکې بڼه ولرې آخير دا ولس تر کومه وغولول شي ؟ .
ښه به دا واي چي هر څه دټولني عيني واقيعتونو پر اساس تر سره شوي واي ، نه دبهرنيانو دهداياتود پلي کولو پر بنسټ . ښځو ته په پارلمان کي څوکۍ ورکول نيک او ښه کاردۍ پدي صورت چي دا هغه وخت شوی وای چي په رښتياسره هم په ټولنه کښي دښځي مقام او انساني حق ته دقدر په سترگه کتل شوي واي ، دښځوپه نماينده گۍ به يو شمير دښه ژوند خاوندي ښځې څوکۍ تر لاسه کړي او په سلو کي٩٥ ښځې چي همدا اوس له هر ډول انساني حق څخه محرومي پاته دي دهغوي په برخه ځان وژنه او ځان سوځونه او سنگسار دی .
څرنگه چي په هيواد کي دقيقه سر شميرنه نده تر سره شوې دا چې مرکزي احصائيه غواړي خپله په اصطلاح سر شميرنه په خلکو په زور ومنې دهيچالپاره دقبول وړنه ده . عادلانه به دا واي تر څو چي په هيواد کښي رښتيانۍ سر شميرنه تر سره شوې واي دهري ولسوالۍ او ولايت دمرکز نه يو يونفر پارلمان ته ټاکل شوی وای ،غير له هغه څخه به دداسي ولاياتو دخلکو حق هرومرو خوړل شوی وې چي غښتلي جنگسالاران ونلري لکه دارزاگان غريب ولس .
داسي معلوميږي چارواکي هغه څه کوي چي خپله يي زړه غواړي ولي دپارلمان ارزښت او اهميت ته په ټيټه سترگه گوري ؟ غواړي يوازي پارلمان جوړشي ، دا چي څرنگه پارلمان وي ؟ دوی ته دومره دارزښت وړ نده، ډير چارواکي دداسي پارلمان څخه چي هلته دپوهو او عالمو شخصيتونو شمير زيات وي ډار لري . دافغانانو دا ملي وظيفه ده چي پارلمان ته داسي پوه او اگاه خلک انتخاب کړې چې ددولت په سياست او قوانينو پوره پوه وي او وکولاي شي دپارلمان له لارې دافغان ولس ټولنيزي گټې وساتې . په يوه تعميرکي چي پر تندي يې دپارلمان ماڼۍ ليکل شوې وي د(( دوه سوه نه څلوېښت ))افغانانو راټولول زموږ دغمځپلې هيواد کوم درد نشي دوا کولاي ، په هغه پارلمان کي چي دنالوستو په جنگسالارواو چارواکو پوري تړلووکيلانو شمير غوښن وې ددې ملت په دردبه نه يوازي دا چي و نه خورې بلکي ولس به له زياتو ستونزو سره مخامخ کړې . پارلمان بايد دولس واقعي نماينده گي وکړاي شي ، نه دچارواکو او جنگسالارو درقابتونو او زور ښوونو سياسي ډگر .
که چارواکي رښتياهم علاقه لري او غواړې راتلونکۍ پارلمان دافغان ولس نماينده پارلمان وي دخلکو غوښتنو او پوښتنو ته بايد سالم او قناعت ورکونکۍ ځواب ووايې .
",دټاکنوکميسيون داوېش له چا زده کړئ !
2747,,"
١٣٨٤ لمريز کال د غبرګولي دوهمه نېټۀ
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه اداره په هيواد کي دننه او بهر له ټولو هغو فرهنګي ټولنو او خپرونو له چلوونکو څخه چي په بېنوا ويبپاڼه کښي يې خپرونو ته ځای ورکول شوی دی هيله کوي چي د خپلو اوونيزو ، مياشتنيو او مهالنيو خپرونو نوې ګڼي راوليږي تر څو مينه وال يې پر وخت ولوستلای شي .
د بېنوا ويبپاڼي ادارې د انټرنټ پر مخ د خپلو مطبوعاتي خدمتونو په لړ کښي اتلس ( ١٨) بېلابېلو مجلو او خپرونو ته په وړيا توګه ويبځايونه جوړ کړي ، د هغوی تخنيکي کار يې پرمخ بېولی ، او پر خپلو هغو ټولو ژمنو چي له لومړي سره يې په دې لاره کښي د خپلو فرهنګپالو هيوادوالو سره کړي اوس هم ولاړ دي .
کومي خپروني چي په هيواد کي دننه يا بهر خپريږي اوتر اوسه پوري د انټر نټ نړۍ ته نه دې ننوتي کولای شي د بېنوا ويبپاڼي له ادارې سره اړيکي ټينګي کړي ، تر څو وکولای شي د بېنوا ويبپاڼي له لاري خپلي خپروني خپرې کړي ، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کښي لوستونکي پيدا کړي .
د مالوماتو له پاره په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني له مشرتابه سره اړيکي ټينګ کړئ ، يا په دغه ټيلفون شمېرو زنګ ووهئ:
کابل : 009370200067 کندهار:009370302878
اروپا : 0031622303611 امريکا:0015185428482
ښـــــکلا
ښکلا مجله په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني دوه مياشتنۍ خپلواکه او ناپېيلې خپرونه ده چي په نړۍ کي د افغاني ليکوالو ټولنيزي، ادبي او کلتوري مقالې او څېړنيزمضامين خپروي دا مجله يوازي او يوازي د همدې مجلې د مينه والو اوفرهنګپالو په مالي پېرزوينه اودټولني په شخصي لګښت چليږي،چي مسؤل چلونکی يې تاند ليکوال عبدالقديم پتيال دی
هـــوسـۍ
هوسۍ مجله په کابل کي خپردونکې خپلواکه ناپېيلې دومياشتنۍ خپرونه ده په زړه پوري کلتوري،ټولنيز، او ادبي مضامين خپروي داد فرهنګپالوپه مالي پېرزوينه او د مسول چلونکي په شخصي لګښت چليږي کومه مالي منبه نه لري ، ددې مجلې مسول چلونکی تاند ليکوال صالح محمد صالح دی
پــالــــنه
پالنه مجله په کوئټه دصحاف د خپرندويه ټولني خپلواکه ناپېيلې دوه مياشتنۍ خپرونه ده چي هررنګه اربي ټولينيز او فرهنګي ماصامين خپروي دا مجله د صحاف خرندويه ټولني په شخصي لګښت چاپيږي کوم مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی حميدالله صحاف دی
مــــيونـد
مېوند مجله په کابل کي خپريدونکې خپلواکه ناپېيلې مجله ده چي په زړه پوري ټولنيز ، ادبي او کلتوري مضامين خپروي ، دا مجله د فرهنګپالو په مالي پېرزوينه او د چلونکي په شخصي لګښت چاپيږي کومه مالي منبه نه لري ، ددي مجلې مسؤل چلونکی عبدالنافع همت دي
هـــــــوډ
هوډ مجله په کندهار کي د لوی احمد شاه بابا دد علمي او کلتوري مرکز خپلواکه ناپېيلې خپرونه ده چي په زړه پوري تاريخي ،کلتوري او ادبي مضامين خپروي دا مجله په هرو دو مياشتو کي د همدې مرکز په مالي لګښت له چاپه راوزي او مسول چلونکی يې روښان ولسمل دی .
پخــــلاينه
پخلاينه د هيواد د زړه کابل څخه خپريدونکې سياسي ټولنيزه او فرهنګي جريده ده چي په زړه پوري مطالب خپروي او په لوړ تېراژ چاپيږي ددې جريدې د امتياز څښتن ښاغلی محمد شينواری دی او مسؤل چلونکی ئې بريالی جهش دی
ســــېلۍ
سېلۍ مجله د هميشه بهار ننګرهار په زړه کي د ځوانانو د فرهنګي ټولني دوه مياشتنۍ خپلواکه ناپېيلې خپرونه ده چي هررنګه سياسي ، علمي اوادبي مضامين خپروي ،دامجله د همدې ټولني په مالي لګښت په هرو دومياشتو له چاپه راوزي ددې مجلې مسول چلونکی رحمت ګل حليم دی
لمــــــبه
لمبه مجله په کوټه کي دپښتو ادبي غورځنګ له خو خپرېدونکې دومياشتنۍ خپلواکه ادبي خپرونه ده چي هر رنکه علمي ، تاريخي او کلتوري مضامين خپروي دا مجله د همدې غورځنګ د ځوانانو په شخصي لګښت له چاپه راوزي او کومه مالي منبه نه لري او مسول چلونکی يې تاند ليکوال محمد صادق ژړ ك دی
څانـــــګه
څانګــــه مجله : ـ په جلال اباد کي خپريدونکې خپلواکه او ناپېيلې مجله ده چي سميز تاريخي، سياسي، کلتوري او ادبي مضامين اوڅېړنيزي ليکني خپروي دا مجله د چلونکو په شخصي لګښت چليږي کومه مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی ښاغلی ( بشير ګواښ ) دی
وردګ
وردګ جريده له وردګو نه دوردګ زلميانو دفرهنګي ټولنې مياشتينۍ خپرېدونکې خپرونه ده نوموړې خپرونه چې يوه خپلواکه فرهنګي او ناپيلې خپرونه ده دچلوونکو په مالي لګښت چاپېږي او کومه مالي منبه نه لري ددې جريدې مسوول چلوونکی حميد ناصري وردګ دی٠
تـنـــــده
تـنده مجله په کندهار کي د هيواد ټولني دوې مياشتنۍ خپرونه ده ، چي د سيمي د ليکوالانو هر اړخيزي ادبي کلتوري او تاريخي ليکني خپروي ددې مجلې مالي لګښت د کندهار يو تجار حاجي عبدالله ايوبي له خوا ورکول کيږي او مسول چلونکی يې ښاغلی واصل حسن يار دی ،
اقتـــصاد
اقتصاد مجله په کابل کي خپريدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه او ناپېيلې خپرونه چي اقتصادي ادبي او کلتوري مضامين خپروي دا مجله د چلونکي په مالي لګښت او د فرهنګپالو په مالي پېرزوينه چليږي ددې مجلې مسول چلونکی محمد اصف ننګ دی
نښــــــتر
نښتر مجله په لوی پکتيا کي کي خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ناپېيلې ادبي مجله ده هر ډول سياسي کلتوري او ادبي مضامين او نوري سيميزي ليکني او څېږنيزي مقالې خپروي دا مجله د چلونکو په شخصي لګښت له چاپه راوزي کومه مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی ( ډاکټر اکرام خپلواك) دې
مــــــــــينه
مــــــينه د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کي خپريدونکې خپلواکه او ناپېيلې مجله ده چي سميز تاريخي، سياسي، کلتوري او ادبي مضامين اوڅېړنيزي ليکني خپروي دا مجله د چلونکو په شخصي لګښت چليږي کومه مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی ښاغلی (عزت الله ځواب) دی
سوغا ت
سوغات : جريده د کندوز زړه څخه خپريدونکې خپواکه ناپېيلې ټولنيزه تاريخي او ادبي مجله ده چي د سيمي د ليکوالو هر اړخيزه مقالې او ليکني پکښي خپريږي ددې جريدې مسول چلوونکی عزت الله پامير او دامتياز څښتن ګل رحيم نيازمند دی
پـګـــــــــړۍ
پګړۍ مجله د هلمند د باستاني ولايت د په زړه کي د بست د کلتوري ټولني له خوا خپريدونکې درې مياشتنۍ خپرونه ده چي هر ډول سيميز، ادبي ، کلتوري او تاريخي مواد خپروي ددې مجلې د امتياز څښتن ښاغلی بريالی هلمند دی او مسول چلونکی ئې تاند ليکوال رازمحمد نظامي دی
ورېــــــښـم
ورېښم مجله د افغانستان د زړه ( کابل) څخه خپريدونکې ادبي ناپېيلې دوه مياشتنۍ خپرونه چي تر ډيره حده ادبياتو ته ځانګړې شوې ده او هر ډول ادبي توکي د ځان سره لري ددې مجلې مسول چلونکی دروند ليکوال عبدالهادي ( هادي ) دې
اوښکه
اوښکه مجله د هميشه بهار ننګرهار څخه خپريدونکې ادبي ، تاريخي ، ټولنيزه ناپېيلې دوه مياشتنۍ خپرونه چي هر ډول څيړنيز مضامين ،ادبي مقالې او روزنيزي ليکني خپروي ددې مجلې مسول چلونکی دروند ليکوال عطا محمد هيله من دې
", دبېنوا خپرنيزي څانګي خبرتيا
2748,انجنير ذکريا - هالنډ,"
دوشنبه د غبرګولي دوهمه انجنیر ذکریا - هالنډ١٣٨٤
پوځي اډې دچا په ګټه دي ؟
په دې وروستيو وختونو کي په راډيو ګانو، , ورځپاڼو او نورو خبري رسنيو کي په افغانستان کي د امريکا د متحدو ايالتونو پوځي اډو د جوړولو او د هغه هيواد او ناټو سره د اوږد محاله ستراتيژيکي همکاريوپه اړه ، د هغو د پلويانو او مخالفينو لخوا ډيري څرګندوني سويدي، خو په يادو سوؤ ليکنو او څرګندونو کي د امريکايي پوځي اډو د جوړولو د مخالفينو پله درنه بريښي ،يعني د پوځي اډود جوړولو مخالفين يا خو ډير دي او يا يې هم ډيري ليکني کړيدي، خو پلويان يې چپه خوله ناست دي.
نوما هم له همدې امله پرېکړه وکړه ،چي دغه چپتيا ماته کړم او په دې هکله څه و ليکم او دا ما خپله وطني او ملي دنده وبلله ،چي بايد هرومرو په افغانستان کي د پوځی اډو د جوړولو په هکله خپله رايه او آند څرګند او د نوروهيوادوالو سره يې شريک کړم او دوی هم په دې هکله بحث کولوته راوبولم .زه غواړم د نوموړي مسئلې ارزونه ددې ځای نه پيل کړم،چي موږ بايد د هيواد د برخليک سره اړونده ارږښتناکه موضوغ د لاندنيو پوښتنو په مطرح کولو او بيا هغو ته په ځواب ويلو سره و څيړو:ـ آيا دغه کار اصلاٌ اړين دی چي وسي او که د هغه نه پرته هم کيدای سي افغانستان ته سوله ، ټيکاو او پرمختګ راسي ؟
ـ ددې کارپلويان او مخالفين څوک دي؟ او دغه مخالفت يا موافقت د کوم هدف او مقصد له مخي کوي؟ـ دغه کار به د افغانستان پر راتلونکي څه ډول اغېزه و کړي؟
ـ آيا د نړۍ په نورو هيوادونو کي هم دغه ته ورته کار سويدي که نه؟ او که سوی وي هلته يې څه پايلي لرلي دي؟خو په دې ټولو حالتونو کي بايد زموږ د هيواد د خلګو ملي،مذهبي او کلتوري ځانګړتياوي هم په نظر کي ونيول سي
زه غواړم مخکي له دې ،چي نوموړو پوښتنو ته ځواب ووايم ، د مقدمې په توګه ، په لنډ ډول د افغانستان نژدې تېر او اوسني وخت ته يوه ځغلنده کتنه وکړم.
افغانستان ته هر کله د هغه د جيو ستراتيژيک مؤقعيت له مخي د زبر ځواکونو پام اوښتی او کله د زبر ځواکونو د سيالۍ ډګر ،کله بيا ددوی تر مينځ د يوه حايل په توګه پاته سويدی او کله په پټه او څرګنده توګه د هغوی لخوا افغانستان د کورنيو جګړو اورته ور ټېل وهل سويدی .که چيري موږ د خپل هيواد تېر څه د پاسه دوو سوو کلونو ته کتنه و کړو نو دهغوی ددسيسو له امله نژدې هر پنڅوس کاله يو ځل زموږ هيواد کورنۍ جګړې ته ټېل وهل سويدی او کله ددې جګړې لمبې شل کاله هم نه دي مړې سوي.دافغانستان ځينو واکمنو يا د استراحت غوښتني او هم د نا اهلې له امله بېله دې چي په دقيقه توګه دا و ارزوي چي زموږ د هيواد ملي ګټي په څه کي دي او کومه پاليسي کولای سي د افغانستان د ودي او پرمختګ سبب سي ، هڅه يې کړيده چي د زبر ځواکونو د ويري او ګواښ له مخي ځانونه په اصطلاح بې پرې و ښيئی او دا بی پری توب ددی سبب سويدی، چی زموږ د هيواد دا وران ويجاړ حالت په همدې توګه دوام پيدا کي او يو زبر ځواک هم دې ته زړه ښه نه کړي ، چي د افغانستان سره د زړه له کومي مرسته او ملاتړ وکړي .ځکه نو تل د بهرنۍ تيري او يرغل په وړاندي يوازي پاته سويدي.خو کله چي بيا افغان واکمنو هڅي کړې د لويديځو پر مختللو هيوادونو سره خپلي اړيکي ښې او ټينګی کړي او د هغوی نه مرسته تر لاسه کړي، بيانو د هيواد په دننه کي هم ځينو افغان دښمنه کړيو له يوې خوا او په لومړي کي تزاري روسيې او وروسته شوروي اتحاد له بلي خوا ددغو اړيکو د جوړولو په لاره کي د بېلابېلو چلونو او توطئو نه کاراخستی دی او په دې هم بريالی سويدی،چي دلويديځو پر مخ تللو هيوادونو سره د افغانستان د ښو اړيکو په مخ کي خنډ سي .دغه کار د امير دوست محمد خان ،امير شيرعلي خان،اميرامان الله خان او داود خان په وختونو کي سويدي، چي زه يې اوس په دې هکله د تفصيل ورکولو نه ډډه کوم ،دا ځکه چي دغه بحث بيخي ډير وخت په بر کي نيسي او هم د اصلي موضوع څخه ليري کيږم .
د پورتنيو خبرو نه داسی پايلو ته رسيږو چي روسانو هيڅکله نه غوښتل ،چي افغانستان يو پرمخ تللي او ودان هيواد واوسي ،ځکه يې نو هر کله د لويديځو هيوادونو او په ځانګړې توګه د امريکا د متحدو ايالتونو سره د افغانستان د اړيکو د ښه کېدوپه وړاندي په بېلابېلو وسيلو يعني هم د کورنيو افغان دښمنه کړيو او هم په استخباراتي ،سياسي او ډيپلوماټيکو برخو کي ،خنډونو رامينځ ته کړيدي .راځئ چي په دې اړه يوه اندازه سپيني خبري وکړو:
که چيري سړی دډيپلوماسۍ او نړۍ والو اړيکو تاريخ ته کتنه وکړي نو دې پايلو ته رسيدلای سو ،چي اصلاٌ هيڅکله ،هيڅ هيواد د بل کوم هيواد سره داسي مرسته او همکاري نه ده کړي او نه يې کوي ،چي د هغه نه دی په لنډه يا اوږده موده کي مستقيمي او يا غيري مستقيمي ګټي تر لاسه نه کړي ،وروسته پاته يا د ودي په حال کي هيوادونه هم بايد هيڅکله د بل هيڅ هيواد سره داسي اړيکي او تړونونه ونه لري ،چي د هغه نه دی هم و دوی ته ګټي ونه رسيږي .د وروسته پاته هيوادونو هوښيار مشران د نورو پر مخ تللو او زبر ځواکو هيوادونو سره اړيکي پر دې بنسټ جوړوي، چي له يوې خوا دهغه نه ددوی په هيوادونو کي اقتصادي وده او سوکالي او همداراز سياسي ټيکاو راسي او د بله پلوه د مقابل لوري ګټي ددوی وګټو ،اقتصادي او هم سياسي ثبات ته زيان ونه رسوي .په دې صورت کي نو هغه منل سوي نړيوال اصل يعني متقابلي ګټي او متقابل درناوي پر ځای کيږي او دواړه هيوادونه د هغه نه پوره ګټه پورته کوي ،يعني وروسته پاته هيواد اقتصادي ودي ، پر مخ تللي سياسي او اداري نظام او مدني ټولني ته لاس رسي پيداکوي او يوه پر مخ تللي او غوړيدلي ټولنه جوړوي، او پر مخ تللی هيواد هم خپلو ستراتيژيکي ګټو ته رسيږي .دغه ته وايي متقابلی ګټوري اړيکي .خوپه دې هکله تړونونه بايد هيڅکله د پردې تر شا نه وي او ټول ملت په خبر وي ،له همدې امله د اساسي قانون له مخي د پارلمان لخوا دداسي تړونونو تائيد ضروري دی .دغه ډنډورې ،چي ګواکي د پوځي اډو د جوړولو په هکله تړون د خلګو نه په پټه تر سره کيږي ،بېله د خلګود فکرونو د مغشوشولو او پر حکومت د خلګو د بې باوري کولو لپاره د هڅو نه پرته بل څه نه دی .خو خلګ اوس په هر څه پوه سويدي .
اوس به راسو زموږ د بحث اصلي موضوع يعني دا چي پوځي اډې د چا په ګټه دي او دهغو نورو پوښتنو ځواب ته ،چي په لومړي سرکي مو مطرح کړې .
آيا په افغانستان کي د امريکا د متحدو ايالتونو اوناټو د پوځي اډو جوړول اړين دی که نه؟ آيا بېله دغو اډو نه هم کيدای سي ،چي افغانستان ته سوله،پرمختګ او ټېکاو راسي که نه ؟ په دې مسئله کي دوی خواوي شاملي دي يعني د امريکا متحد ايالتونه او ناټو له يوې خوا او افغانستان د بلي خوا:
څرګنده خبره ده، چي د افغانستان د جيو ستراتيژيک موقعيت د په نظر کي نيولو سره، په افغانستان کي ددغو پوځي اډو جوړول د امريکا او ناټو لپاره ارزښت لري، که نه نو دوی دا کار هيڅ وخت نه کاوه.اوس به راسو افغانستان ته :
زما په آند د افغانستان په خاوره کي د نوموړو اډو جوړول د افغانستان لپاره په هيڅ صورت تاوان نه بلکي ډيري زياتي ګټي هم لري، چي په لاندي ډول يې غواړم بيان کړم:
افغانستان تر اوسه پوري کم ځواکی دی او د بهرني هيواد د ګواښ په وړاندي په يوازیتوب نسي دريدلای . که چيري موږ د افغانستان و تيرو پنځه ويشتو کلونو ته نظر واچوؤ نو موږ هر وخت د ګاونډيو هيوادونو پاکستان، روسيې او ايران د تيريو او لاسوهنو له امله د جګړې په اور کي سوځيدلي يو. آن د هغه نه مخکي هم هر وخت روسيې، ايران او پاکستان په پټه او ښکاره ، د استخباراتي، اقتصادي ،پوځي او ډيپلوماټيکي چينلونو له لاري زموږ په کورنيو چاروکي لاسوهني کړيدي او موږ يې دغي ورځي ته کښينولي يو. زه په لنډ ډول غواړم د نوموړو لاسوهنو يادونه و کړم:کله چي د افغانستان د وخت ولسمشر شهيد محمد داود خان د خپل حاکميت په وروستي کال د شوروي اتحاد په يوه رسمي سفر مسکو ته تللی و، نو د هغه وخت د شوروي مشر بريژنيف د رسمي خبرو اترو په وخت کي په ډيري سپين سترګي افغان ولسمشر ته وويل ،چي تاسي نه بايد د افغانستان په شمالي سيمو کي د غربي هيوادونو کارپوهان په کار وګماري، چي داود خان د افغانستان په کورنيو چارو کي د شوروي ددې بيشرمانه لاسوهني په وړاندي د غوسې نه ډک غبرګون و ښود او په همدې ځای يې خپل رسمي سفر بيله مخه ښه نه ، پای ته ورساوه او ويل کيږي ،چي روسانو د داود خان ددغه چلندپه وړاندي د غچ په توګه کودتا ته سازمان ورکی .دغه راز کله چي په نولس سوه دوه نويم ١٩٩٢ کال کي د ملګرو ملتونو د سازمان د سر منشي د ځانګړي استازي بينن سيوان د هڅو په پايله کي ډاکتر نجيب الله دي ته حاضرسو، چي استعفی وکړي او واک د ملګرو ملتونو لخوا يوجوړ سوی پنځه لس کسيز کميسيون ته و سپاري ، چي په دې توګه به په افغانستان کي دغه دولس کلنه کورنۍ جګړه پای ته رسيدلې وای او افغانستان به آن پنځه لس کاله پخوا د يوه قانوني حګومت درلودونکی وای. خو روسانو د وطن ګوند په دننه کي د خپلو اجنټانو او تالۍ څټو ، د نظار شورا، اسلامي جمعيت ګونداو دوستميانو په واسطه ډاکتر نجيب الله ته په ډيره بيړه، په وروستۍ ورځ کودتا وکړه او د سولي دغه بهير يې ،چي نژدې په سلو کي نه نوي بريالی سوی و، نا کام کړ او ټول هيواد يې په وينو ولمباوه . په کابل کي نژدې شپيته زره کسان ووژل سول او د کابل ښکلی ښار يې کنډواله کړ. د روسانو سره دا ويره ورسره وه ، چي قانوني حکومت به هرومروددوی نه د جګړې غرامات و غواړي او دوی به دې ته اړ باسي ،چي د نولس سوه نه اويا ١٩٧٩کال د پوځي تيري له امله د افغانستان د خلګو نه بخښنه و غواړي .
همدا راز د پاکستان د وخت لومړي وزير نواز شريف د ګاونډيتوب د اصولو خلاف په ډېره سپين سترګۍ سره په دې وياړ کاوه ،چی ما د افغانستان اْردو ،چي په سيمه کي يو ځواکمن اردو ؤ، له مينځه يووړ.آيا ايراني اتباعو، آن ډيپلو ماتانو، د افغانستان په جګړو کي په مستقيمه توګه برخه نه اخستله او د افغانانو تر مينځ يې د شيعه او سوني او تاجک،هزاره،پښتون او نورو په نومونو قومي ناندريو ته لمن نه وهل؟ آيا نوموړي هيوادونه اوس هم آرام ناست دي؟ آيا په جلال اباد، غزنی،بدخشان او نورو سيموکي خونړيو اخ وډبونو کي د نوموړيو هيوادونو څرګند او پټ لاس نسته؟ په کوم حق د روسيې ددفاع وزير سيرګي ايوانوف ،چي د کي جي بي پخوانی جنرال دی او شايد تر پوتين وروسته د روسيې ولسمشر هم سي، وايي چي ګواکي په افغانستان کي د قومي لږکيو حقونه تر پښو لاندي سوي دي؟ ميره مي نه ليده تر مور مينه! حال داچي دوی په روسيه کي قومي لږکي په راکټونو ولي ، زر کيلو يې بمونه باندي اوروي، چي په نتيجه کي يې د ګروزنی ښار لوټه لوټه کړ او په لسګونو زره بې ګناه ماشومان ،ښځي او بوډايان يې ووژل ..دغه راز په روسيه کي د پوتين د واکمن يعني واحدي روسيې ګوند مشر او د هغه هيواد د بيړنيو چارو وزير سيرګی شايګود افغانستان د وخت ددفاع د وزير قسيم فهيم سره په يوه خبری کنفرانس کي، په کوم حق وايي چي روسيه ، په افغانستان کي د تاجکانو د ګوند نه ملاتړ کوي، حال دا چي تر اوسه د نظار شورا په رسمي توګه خپل ګوند د تاجکانو د ګوند په نوم نه دی بللی، خو فهيم هلته دغه خبره رد نه کړه. آيا د روسيې د يوه پارلماني فرکسيون او د روسيې ليبرال ډيموکرات ګوند مشر، ولاديمير ژيرينوفسکي د ان ټي وي تلويزيون له لاري په لوړ اواز و نه ويل ،چي پر افغانستان بايد د اټم بم استعمال سي او درې ويشت مليونه افغانان دي ووژل سي ؟ او هيڅ چا هم دده ددغه فاشيستي چلند له امله پوښتنه ونه کړه .کيدای سي دې لړی ته نور هم دوام ورکړه سي ، خو زموږ د بحث اوسنۍ موضوع دا نه ده او کيدای سي په دې اړوند بيل بحث وسي. خو داخبره ټولو ته د لمر غوندي روښانه ده چي نوموړي هيوادونه ،په ځانګړي توګه روسيه او پاکستان د خپلو اجنټانو او نوکرانو له لاري د لاسوهنو ډير امکانات لري او هر ګړۍ کولای سي ، چي افغانستان يو ځل بيا بې ثباته او دکورنۍ جګړې اورته يې ور ټېله کړي، چي د تيري اونۍ پېښي يې څرګند ثبوت دی .
افغانستان اوس د خالپوڅو د ناروغ ماشوم په شان دی ، چي شا او خوا ته يې کاږان ، ګيدړان، چغالان او نور ځناوران راټول سويدي او ګړۍ شميري ، چي کله به يې په غوښو خپل غاښونه ښخ او ټوټې ټوټې يې کړي . که چيري داسي یو غښتلی لاس د افغانستان ننګه او ملاتړ ونه کړي او دغه غليم هيوادونه د هغه د زور نه ونه بيريږي ،نو موږ خو خپله تر اوسه ددې امکانات نه لرو ، چي د هغوی د لاسوهنو ، دسيسو او لمسونو مخه ونيسو.
له بله پلوه پاکستان بيریږي ، چي د افغانستان او امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ نژدې دوستانه اړيکي به د امريکا سره ددوی پر اړيکو ناوړه اغيزه و کړي او هغه لنګه غوا چي دوی څه د پاسه پنځه ويشت کاله لويشلې ده او د هغه د برکته ډير اقتصادي او تخنيکي پر مختګونه کړيدي او آن د اټمي بم خاوند لا هم سو ، اوس ددوی د ګوتو څخه وزي .ځکه نو د بېلا بېلو دسيسو په جوړولو د افغانستان او امريکا تر منځ د ښه او دوستانه اړيکود جوړيدو سره سر سخت مخالفت کوي.
ايران خو د افغانسان د لاري د ترکمنستان د ګازو د نل ليکي د تيريدو سره هم مخالفت کوي او د ايران اخوندان په دې ښه پوه دي چي د امريکا سره د دوستانه اړيکو په ټينګيدو سره به ديوې خوادوی ددې امکانات له لاسه ور کړي چي د افغانستان په کورنيو چاروکي لاسوهنه وکړي او له بلي خوا ايران هم بېرېږي چي ددغو همکاريو په نتيجه کي به افغانستان يو پر مخ تللی هيواد سي او دا به دوی ته هم ستونزي رامنځ ته کړي . ځکه چي دوی ته دا څرګنده ده ، چي ددوهمي نړيوالي جګړې نه وروسته ، ورانه ويجاړه اروپا او لوټه لوټه المان د امريکا د متحدو ايالتونو سره د تخنيکي او اقتصادي همکاريود مارشال پلان په پايله کي اباد سول .جاپان ، جنوبي کوريا ، چيلي او نور هيوادونه ،چي د امريکا د متحدو ايالتونو سره يې دوستي او همکاري لرله ، د پرمختګ کومو پوړيو ته و رسيدل؟ آن پاکستان لا اټمي بم جوړ او د هند سره پوځي انډول ته پکي ورسيد.
آيا پاکستان د امريکا سره ددوستۍ د ساتلو په خاطر د خپل ملګری يعني طالبانونه تير نه سو او هغوی يې لاس تړلي امريکا ته و نه سپارل؟ دا ولی؟ دا له دې خاطره چي نه يې غوښتل له امريکاسره دوستي خرابه کړي . دوی خپله د امريکا سره همکارۍ او دوستۍ ته په دومره ارزښت قايله دي خو ما بيا نه پريږدی چي د امريکا سره دوستي و لرم.
روسان خو آن امريکايي ټوريستانو( سياحت کوونکو ) ته دومره غوړه مالۍ کوي ، چی د بل هيواد تر ولس مشر هم ډير درناوی ورته کوي.
د امريکا سره په دوستي او همکاري کي هيڅ چا زيان نه دی ليدلی خو ددښمنۍ له امله يې زيان ډير سويدی .
د پورته خبرو نه په ډاګه څرګنديږي ،چي دافغانانو دښمنان نه غواړي ، چي زموږ خلګ او هيواد سوله او ټيکاو ولري او د اقتصادی او تخنيکي پر مخ تګ لوړو يړاونو ته و رسيږي ، ځکه نو د امريکا د متحدو ايالتونو سره د افغانستان ددوستي او نژدې همکاري مخالفت کوي .
اوس پوښتنه داده ، چي دغه غليم هيوادونه که نه غواړي ، چي افغانستان د امريکا د متحدو ايالتونو سره ښې او ګټوري اړيکي و لري نو خبره يې معلومه ده ، خو ولي يو شمیر افغانی روڼ آندي ددې سره مخالفت کوي؟
زما په آند ددوی يو شمېر يې د مسئلې و ژور والي ته متوجې نه دي او يا د هغې زړې مفکورې تر اغيزي لاندي راغلي دي ، چي وايي افغانان پردي نه مني .زما له نظره وطنپالنه دا نه ده چي موږ ځانونه د ټولي نړۍ نه بيل کړو ، وروسته پاته واوسو او خلګ مو وږي او بې سواده واوسي ، روغتونونه ، ښونځۍ ، سړکونه او نوري اسانتياوي ونه لرو او يوازي په دې و وياړو چي موږ ښه جګړه کولای سو او سر سختي يو.دا سمه خبره ده چي موږ هر کله د خپلي خاوري نه په کلکه دفاع کړېده او ډيري قربانۍ مو ور کړي دي، چي په نړۍ کي يې لږ سارۍ ليدل سویدی .خو له بله پلوه موږ هر کله د جګړې د ګټلو نه وروسته د يو شمير بهرنيو او کورنيو افغان دښمنه کړيو ددسيسو قرباني او د پر مختګ د نړيوال بهير نه هم پاته سوی يو .
اما يو شمېر هغه کسان چي ځانونوته افغانستانيان وايي دخپل افغاني ضد خصلت او خصومت له مخي په شعوری توګه ددښمنۍ له لاري ددغو همکاريو سره مخالفت کوي او دوی ځانونو ته افغانان هم نه وايي .که د خپل هيواد تير تاريخ ته وګورو نو تل د افغانستان په دننه کي يو شمېر افغان دښمنه ډلي او ګروپونه موجود ؤ ، چي هر کله چي افغانستان د پرمختګ لوري ته سم سويدی ، نو دوی په ډيره حيله ګري، مکر او دسيسو سره د لستوڼي د مارانو په شان ، هڅه کړيده ، د هغه مخه ونيسی او تر ډيري کچي په دې لاره کي بريالي سوی هم دي .خو زما په آند اوس افغان اولس او روڼ آندی يې پوه سويدي او نور ددوی دغه دسيسې او لمسوني کار نه ورکوي .
ما چي تر اوسه پوري د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان تر منځ ددوستانه اړيکو او په افغانستان کي د ناټو او امريکا د پوځي اډو د جوړولو د مخالفينو ليکني او نظريات لوستي او اوريدلي دي ، نو په هغو کي مي هيڅ کله د افغانستان ملي ګټو ته د نوموړو اړيکو او اډو د جوړولو د ممکنه تاوانونو يادونه نه ده ليدلې او نه هغه په ګوته سوېده ، بلکي برعکس حتی د هغو د ګټو يادونه يې هم سويده، خو په دغو مخالفتونو کي يوازی د ايران او روسيې د ګټو خبري کيږي، چي ګواکي په دې اډو سره به د هغوی ګټوته په سيمه کی زيان ورسيږی .زه و داسی افغانانو ته حيران پاته يم چي دخپل هيواد د ګټو پر ځای د نورو غليمو هيوادونو د ګټو په هکله فکر کوي او دې کار وارخطا کړي دي ، ځکه نو ځانونه افغانان نه بلکي افغانستانيان بولي .دوی دافغانستان پر ځای د ايران او روسيې د ګټو ساتونکي دي .دا په داسي حال کی ده چي همدغه هيوادونه زموږ د بربادۍ او تباهۍ اصلي عاملين دي .بله خبره داهم کيږي ،چي په افغانستان کي د امريکا د متحدو ايالتونو اوناټو د پوځي اډو په جوړيدو سره به د افغانستان خپلواکۍ ته زيان ورسيږي او لکه څنګه چي افغانان پر خپلواکی مين دي نو دوی ځکه ددې اډو د جوړيدو سره مخالفت کوی .
لومړۍ به راسو خپلواکۍ ته :
که د خپلواکۍ څخه منظور داوي ،چي یو هیواد د بل هیڅ هیواد او نړيوالي ټولني خبرو ته غوږ نه ږدي او همکاري نه ورسره کوي ، نو داسي رژیم خو موږ څلور کاله مخکي د طالبانو په وخت کي درلودی ، چي نور دي يې خدای هیڅکله نه راولي .
په اوسني نړیوال نظام کي د نړۍ ټول هیوادونه یوپه بل پوري تړلي دي او هر کله به د نړیوالي ټولني نظریات په پام کي نیسي .د نړۍ هيڅ یو هیواد نسي کولای د نورو هیوادونو نظریات له پامه و غورځوي او درناوۍ ورته ونه کړي ، آن که دومره ځواکمن هیواد هم واوسي لکه د امریکا متحد ایالتونه .نو په دې اساس د افغانستان راتلونکي حکومتونه به هم هرو مرو د نړیوالي ټولني ، ناټو او امريکا سره ښې اړیکي ساتي او د هغوی سره به ګډه همکاري کوي، که داسي ونه سي نو د طالبانو ، د بیلاروس د لوکاشینکو او شمالي کوریا د رژیمونو غوندي به تجرید وي ، چي دغه کار د افغانستان د ملي ګټو په خلاف دی .له بله پلوه که المان ، جاپان ، جنوبي کوریا ، ترکیې او یو شمیر نورو هیوادونو ته وګورو ، چیري چي د امریکا د متحدو ایالتونو او ناټو پوځي اډې سته ، نو آیا په نوموړو هیوادونوکي خپلواکي د ګواښ سره مخامخ سویده ؟ که چیري په بیلابیلو وختونو کي د امریکا سره د نوموړو هیوادونو مخالفتونو ته وګورو ، چي زه اوس نه غواړم په تفصیل سره خبری باندی وکړم ، نو دې پایلی ته رسيږو چي نه ، په هیڅ صورت د هغوی خپلواکۍ ته زیان نه دی رسیدلی او پوځي اډې په دې اړه هیڅ رول نسي لوبولای او کیدای سي بیله د پوځي اډو د شتون نه هم د یوه هیواد خپلواکیي تر پوښتني لاندي راسي .که چیري زموږ د خپلواکۍ برخلیک هم د المان ، جاپان او نورو پر مختللو هيوادونو غوندي کیږی بیا خو نو ډیره ښه خبره ده .که چیري د افغانستان خلګ د نوموړو هیوادونو غوندي بسیا ژوند و لري او د پرمختګ دغو لوړو پوړیو ته و رسیږي نو دا خو بیخي سمه خبره ده او هیڅ ستونزه نه لری او دا به دافغان ملت لپاره لویه نېکمرغي وي .که ددغو ښاغلو نه پوښتنه وسي ، چي آیا د المان او جاپان باتور او میړني خلګ وطنپاله نه دي ، چي په خپلو هیوادونو کي يې د امریکا متحدو ایالتونوپوځي اډو ته ځای ورکړیدی ؟ آیا موږ تر هغوی ډیر وطنپاله یو ؟ آیا د نوموړو هیوادونو مشران ، چي په ازاد او ډیموکراټیکه توګه ټاکل سوي دي ، وطن پلورونکي دي ، چي ددې اډو سره مخالفت نه کوي ؟ اوس ددغه دواړو هیوادونو حکومتونه هڅه کوي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمي غړیتوب تر لاسه کړي .
ايا موږ ، چي دوو زبر ځواکونو ته مو ماته ور کړېده ډیر ویاړونه لرو او که جاپان او المان ، چي په دویمه نړیواله جګړه کي يې ماته خوړلې خو اوس يې تخنیک ټولي نړۍ ته رسیدلی دی ؟ موږ ټولي نړۍ ته مهاجر وطنوال او مخدره توکي صادروؤ خو دوی پر مختلې تکنالوژي . دغه په رښتینی توګه د ویاړ وړ خبره او وطنپالنه ده ، نه د نورو هيوادونو سره کینه او دښمني .
نوبالاخره دې نتیجې ته رسیږو ،چي د امریکا د متحدو ایالتونو اوناټو پوځي اډې زموږ ملي ګټو او خپلواکۍ ته هیڅ زیان نه رسوي ، بلکي ددغو اډو شتون زموږ په هیواد کي د ټیکاو ظامن او د پرمختګ سره ډیره مرسته کولای سي . نور به نو په افغانستان کي هیڅ څوک او هیڅ سیاسي ګوند او ډلي ټپلي د کودتا ګانو او دسیسو په فکر کي نه وي ، بلکي یوازي او یوازي به دخلګو د رایو او دموکراتیکو اصولو پر بنسټ واک ته د رسیدلو لپاره هڅه کوي ، چي دا خپله په هیواد کي د نورو پرمختللو ټولنو په شان ولس واکي او پرمختللی اداري سيسټم رامنځ ته کوي ، چي هغه بیا د افغانستان اقتصادي ، تخنیکي او کلتوري ودي ته لاره پرانيزي او مرسته ور سره کوي .
زما له نظره وطنپالنه د پردیو نه کرکه نه ، بلکي د خپلو خلګو د هوسا او ارام ژوند تآمین ، د هیواد اقتصادي او کلتوري پر مختګ دی .
اوس په افغانستان کي د امریکا يي پوځي اډو د جوړولو د مخالفو روڼ آندو نه دا پوښتنه کوم ، چي آیا که نن یا سبا امریکایان او نور ټول بهرنیان له افغانستان نه ووزي ، آیا موږ په یوازي توب سره د ګاونډیو غليمانو په شتون کي کولای سو د نړۍ د نوروپر مختللو هیوادونو په لیکه کي ودریږو او په هیواد کي مو ټیکاو راولو ؟ او که یا یو ځل به بیا د غلیمانو په لمسون کورنۍ جګړې ته ټیل وهل کیږو؟یا بله پوښتنه :
که نن ورځ زموږ دخلګو او هیواد دښمنان په دې پوه سي ، چی دامریکا متحد ایالتونه نور د افغانستان نه ملاتړ نه کوي ، آیا دوی به موږ آرامۍ ته پریږدي ؟ زه په دې باور یم ، چي نه او فکر کوم ټول زما سره موافق دي .
نو کله چي د امریکا ملاتړ او شتون زموږ لپاره دومره ارزښتناک دی ، چي په افغانستان کي د سیاسي ثبات سبب ګرځي او هم په راتلونکي کي زموږ د هیواد د اقتصادي او تخنیکي پرمختګ لپاره یو ځواکمن محرک ګرځیدلای سي ، نو بیا ولي موږ د امریکا پر ضد نارې سورې وهو او هغه څه یعني د پوځي اډو دجوړولو سره ، چي موږ ته يې هیڅ خطر نه دی متوجې ، بلکي اقتصادي، تخنیکي او سیاسیي ګټي مو هم په کښې دي ، مخالفت کوؤ .
زه په دې منطق بیخي نه پوهیږم ، چي موږ ولي د امریکا څخه غواړو ، چي زموږ سره دي اقتصادي، پوځي ، سیاسي ، ډیپلوماټیکي او نوري په ملیاردونوډ الره مرستي و کړي ، خو موږ ددې په بدل کي د امریکا سره داسی همکاري هم ونه کړو ، کوم چی زموږ په تاوان هم نه بلکي په ګټه مو وي ؟ دا خو غیر واقعبینانه چلند دی . د نړیوالو اړیکو بنسټیز پرنسیپ یعني متقابلي ګټي هم دا نسي منلای . او بیا موږ ، چي کم ځواکه او پر تتۍ پروت هیواد یو ، خو غوښتني مو د زبرځواک نه هم ډیري دي او داسی چلند کوؤ لکه ټوله نړۍ چي زموږ يرغمله وي او ټولي نړۍ ته دا دیکتي کوؤ ، چي دوی باید دا وکړي او دا وکړي خو موږ په مقابل کي هیڅ هم نه کوؤ .دا زما له نظره غیر واقعبینانه پالیسي ده او عملي جنبه نسي پیداکولای .زما له نظره د امریکا دمتحدو ایالتونو سره زموږ هر اړخیزه اړیکي او همکاري او همدا راز په افغانستان کي د ناټو او امریکا د پوځي اډو جوړول ، زموږ د ملي ګټو سره هم غاړی توب لري او دا چانس باید موږ په هیڅ صورت د لاسه ور نه کړو .که نه نو د ظاهر شاه اوداود خان په شان به امریکا ته زارۍ کوؤ ، خو هغوی به همکار ۍ ته زړه نه ښه کوی او پایله به يې داوي ، چي افغانستان به دداسي ناورین سره مخامخ سي ، چي پخوا يې هیڅکله هم سارۍ نه وؤ لیدل سوی او هغه وخت به نو بیا د مچ غوندي سر په دواړو لاسونو وهو خو ګټه به نه کوي .
البته ددې پورته ټولو خبرو څخه زما منظور دا نه دی ، چي د امریکا یانو سره تړونونه دي داسي جوړ سي ، چي په هغو کي یوازي د امریکا ګټي منعکس سوي وي .د افغان حکومت لپاره باید هر وخت زموږ ملي ګټي د ټولو تړونونو بنسټ وي .او بل ډول کیدای هم نه سي ، ځکه چي هر تړون باید د پارلمان لخوا تائید سي .زه په دې باور یم ، چي دولس استازي به هر کله په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کي د هر تړون د څیړولو پر وخت افغاني ګټي په پام کي نیسي او که په کوم تړون کي افغاني ګټو ځای نه وي موندلی نو هغه به هیڅکله ددوی لخوا تائید او تصویب نسي .",پوځي اډې د چا په ګټه دي ؟
2749,پروفيسور عبدالخالق رشيد,"
١٣٨٤ د غبرګولي دمياشتي دوهمه نېټه
پروفيسور عبدالخالق رشيد (پې اچ ډي )
په پرديو ټپوسانو خپلې ښكلې زركې اوسيسې مه ډاروئ
دپښتولنډې كيسې په اړه يولنډ بحث
داكه څوك مني اوكه نه پښتو په اسيايې ژبوكې له هغو ژبوڅخه ده چې د اوسنيومنثورو داستاني ډولونو تاريخ يې دزياتو آسيايې ژبو په انډول په ډيرو برخو كې مخكښ او دپاملرني وړ دى چې لاملونه يي هم دپښتو معاصر ادب يوشميرڅيړونكو ته معلوم دي، خودايوه خبره بايد په پام كې ولرو چې دڅيړنو له مخې معاصره لنډه كيسه دخپل ايجاد له وخته نژدې يوه پيړۍ وروسته ، ختيزو ټولنو ته راو رسيده ، چې له راسيدوسره سم دغې ايجادې پديدې پښتوژبې ته آن په هغو لومړنيو شيبوكې لاره را وايسته چې ددغې هڅې او كار بركت بيا هم په پښتوادب كې منشيانو ته چې دنولسمې پيړى په وروستيودوو لسيزواوشلمې پيړۍ په لومړيو كې راڅرګند شول منسوب دى،دوى وو چې په عين حال كې يې له انګريزي ادب اوانګريزانو سره اړيكي ددې سبب شول چې په نثر دې زور واچوي اودغه دودې په حال كې پديده دې ددې جوګه كړي څو پښتو هم بايد تري بې برخي نه شي، دغو ارواښادو په رښتياهم پښتو ته داوياړ ورپه برخه كړ، چې تردوى وروسته دبښتونثري بهيران ترننه په سستماتيكه توګه دودې اوپرمختګ لاره ونيوه ، ددغي لړۍ مهم پيل له پښتونخوا څخه شوى، په دې چې پښتونخوا ته دنوې زده كړي اونويو لويديزو اړيكو څپه ډيره زر راورسيده، دلته داستاني ادب ته دومره كاروشو، چې هغه ټول دپښتومنثورادب په اوسنې تاريخ كې په ځانګړي توګه ديادونې وړدى، منشې احمدجان په خپلوآثارو كي داسې وړي داستانې ټوټې وليكلې چې هغه بې شكه داوسنۍ پښتولنډې كيسې له پاره ديوې ښكلې پيلامې ځاى لري، چې لږ موده وروسته په همدغه پلونو باندې راحت صاحب ګام كيښود، اوپښتوته ېې لنډه كيسه په داسې پړاو كې ورډالى كړه چې تردغه وخته ان لا اردو اوهندي ژبوته چې انګريزانو په لوى لاس دهند په نيمه وچه كې دفارسي اوپښتوژبو په وړاندې په پښو درولې ورپه برخه كړه ، په اردو كې به دژباړل شوېو داستانې اثارواوناولونو په ګډون يوشميربيلګې داسې وي چې هغه به دارواښاد راحت ترآثارو يوڅه مخكې رامنځ ته شوې خو دلنډې كيسې په باره كې خوچې ماڅومره بيلګې وليدې له پښتوبيلګو څخه په زيات واټن سره نه دي رامنځ ته شوې ، ان كه رښتيا درته ووايم په هند كې مې دعربې ژبې لومړنى لنډه كيسه ومونده هغه هم نه دعمراونه دجوړښت په لحاظ هغې درجې ته ځان رسولاي شې لكه چې دراحت كيسې دي،په پارسي كې خوخبره لږوروسته ده ، په دې چې ايرانې ليكوال چې كله دخپلې لنډي كيسې تاريخ ليكې ، هغه دشلمې پيړۍ له شلمو كالونو راپه دې خوا پيل كوي، په داسې حال كې چې دفارسي ژبې دلنډې كيسې لومړنى ليكوال په ايران كې نه بلكې هغه افغاني شهزاده دى چې موږ يې دعبدالقادرافندي په نامه پيژنو اودغازي ايوب خان مشرزوى و چې دده په خپل قول په څلورو ژبو (پښتو، فارسي، انګريزي ، فرانسوي ) باندې يې ليكنې كولاى شوې، دتصويرعبرت كيسه ېې په فارسي ژبه كې لومړنى كيسه ده ، چې ان ايرانيان يې هم بايد دپارسي لومړنى لنډې كيسې په توګه ومني ځكه دغه كيسه په (۱۹۱۵ ) كال كې كښل شوې ، هندي څيړونكوهم عبدالقادر (زما دمقالواومعلوماتو پراساس )دفارسي لنډې كيسې دلومړني ليكوال په توګه منلې دى . كه څه هم په تخنيكې لحاظ دغه كيسه داوسنېوڅيړنو له مخې يوه بشپړه لنډه كيسه نه ده خوايرانيان تردغه كيسه تردغه دمه تردغې كيسې مخكې بيلګه نه لري .
همداده چې په پښتوكې دلنډې كيسې رامنځ كيدل په اوسنيو اسيايې ادبياتو كې يوه جالبه اودپاملرنې وړخبره ده، چې په خورا جزياتو باندې خبرې پرې كيداى شي .په دې چې دغه برياپه نورو ژبوكي په دومره پرتم سره نه ده پيل شوې .
زه دلته له دغې لنډې مقدمې وروسته ، يوازې ديوه وړانديز په توګه دايوه خبره خپلوادبې دوستانو ته كوم چې دپښتو لنډې كيسې بهيرپه نژدې يوه پيړۍ كې دخپلې ودې ټول هنري پړاوونه وهلي دي، او په تمامه مانا يې ددغې ټولنې اودغو خلكو داندوژوند خورا ښه څرګندونه يې كړې ده،كوم څيز ته موچې په دغه اړه پام را اړوم هغه دادى چې تاسې له پښتو كيسې څخه داروپايې اونوروپرمخ تللو ټولنو داندوژوند ترجماني مه غواړئ ، په دې چې دداستاني آثارو دغه ډول دخپلې تيورۍ له مخې ديوې ټولنې اويوه كركتر داندو ژوند ديوې حساسې شيبې برخليك تاسو درپه ګوټه كوي، دابه خورا ګرانه وي چې اوس په لوۍ لاس پښتو كيسه دومره ښاغلې شې چې پښتوژبه،پښتنې ټولنه ، دهغې ستونزې اوبرياوې ، ماتې اواوچتياوې په خپل ځاى پريږدي اومخه دې په هغه لورې واخلي چې دهغه له پاره پښتون ذهنيت اودهغه درك ته لااوس هم لږترلږه كه له ننه پيل ورته وكړو يوه يوه نيمه پيړۍ پاتې ده ، يوشمېر دوستان دكيسې دپښتو كيسې د ارزونې له پاره ديوشميرپوهنو اوعلومو نومونه دفارسي ژبوپه وينا په دومره كش وفش سره اخلي ، اوخپل لوستونكو داسې په حيرانتياووكې بوختوي چې ګواكې رښتيا هم دوى په دې كې يوشى ليدلي لكه سايكولوژي، ساينس فكشن ، ټولنپوهنه اونور... جالبه خوداده چې دوى ددغو علومو نومونه اخلې، له هغه علم اوپوهې سره چې هغه په نيغه توګه د هنرله هراړخيزې مطالعې اوڅيړنې سره ، سروكار دى هيڅ ډول تماس نه نيسي لكه كره كتنه چې هغه او دهغې اصول اودندې په خپله دپورتنيو علومو هراړخيزه ملتيا ده. موږ په علمي لحاظ داصلاحيت نه لرو چې يوه كيسه بايد دسايكولوژۍ ، ټولنپوهنې ، بشرپوهنې اوياهم دساينس فكشن(په علمې مفهوم نه په هنري ) داصولو له مخې كره اوياناكره كړو، په دې چې زموږ كيسه زموږ دژوند اوماحول انځوريزه هنداره ده، هغه ژوند چې تراوسه داوسنې پرمختللې نړى له ډيرو مسايلو سره داشنايې په حال كې دي، خولااشنا نه دى، زموږ كيسه زموږ دټولني له پاره كښل شوې، دابه ډيره ګرانه وي چې اوس وار دواره داكيسه په هغوچوكاټوكې واچوو چې يويې نن سبا دساينس فكشن په نامه ياديږي ، په دغه برخه كي نه يوازې پښتو، بلكې زياترې ختيزې كيسې نه اچول كيداى شي اونه هم دهغې ځانګړې وړتيا له پاره په ګوته كيداى شې، زه دساينس فكشن له نومونې اوترډيرلږحده هنريت له اصله انكار نه كوم، خودايوه خبره ده چې دغه اصل تراوسه زموږ دژوند اوټولنې اوزموږ دكيسې له پاره داسې دى لكه چې موږ په وينۍ كيسه كې دپيريانوكيسې لرو چې دادبې تيورې له پاره په ډيرو برخو كې دپوښتنې وړ وې اودي . ددې خبرې مانا داده چې موږ به په يوه ادبې بهير كې په روان سبك اوتګلاره اوهغوارزښتنو باندې خبرې كوو چې دهغو سرچينې زموږ په واك اوځواك پورې اړه لري ، موږ په تيرڅولسيزو كې دادبې څيړنوپه برخه كې يوشمير داسې تجربې لرو چې له هغو بايد زده كړه وكړو ، موږ انفرادي تمايلات اوهڅې د ايجاد اوهنر په برخه كې په پټو سترګو ديوې ژبې دبرلاسي سبك په توګه نه منلې شو اونه هم خپله خپل مقبوليت ته رسيداى شي . كه څوك نورو ته ګوري اودهغو پيښې كوي اوهغه بيا موږ ديوې عامه نسخې په توګه په خپل فكراو اند باندې په وچ زورسره په دې نامه چې ګواكي له زمانې سره حركت كووتپو دابه دهغو ليكنو په شان وي چې ليكوال خواركى يې په خپله وليكې ، خپله يې چاپ كړي ، او ددويم ځل له پاره يې دى خپله هم دلوستلو حوصله نه لري . يوه تجربه درته ليكم ، يووخت په فارسې ژبه كې يوچا يوكتا ب پرادبې فنونو وليكه ، ددې پرځاى چې ددغه كتاب په باره ددغه علم په باره كې خبرې وكړي ، نوپه هغه كې يې داكتوبر انقلاب اوولاديمير په ستاينه خپل زړه تش كړى و، دفن ليكوالو به ويل چې دا رښتيا هم نوې خبره ده په دې روسان نه پوهيدل چې لينين په ادبې فنونو باندې هم پوهيده اود دغه كتا ب په ليكلو سره له هغه هم خبرشول ؟
زموږ په كيسه باندې يوشميرلورينولكه لويديزوال ساينس فكشن تراوسه لاله وخته مخكې خبره ده ، په دې چې دغه مفاهيم زموږ كيسه يي بهيرته لاتراوسه هم يووارداتې اصل دى، په دې مانا چې دغه اصل نه خپله ساينسي وړتيا موږ ته تشريح كولاى شي ، اونه به داسي وشي چې دغه لاره او يا په بله مانادابهير به ديوه سبك بڼه زموږ په اوسني كيسه يي بهيركې ځانته غوره كړىشې ، ان په اوسنيو لويديزو ادبياتو كې هم دغه اصل داسې ځاى لري لكه چې داصلې انسان پرځان ماشينې انسان سړي ته مخامخ ولاړ وي اوخبرې ورسره كوي . داډول ليكنې هنري نه دي ،بلكه دهنرپه ځاى دهنردساړه اوبې خونده سيوري اوكاريكاتور ترينګلې بڼه لري چې دهنرڅيړونكې يې په زياتو برخو كې له هنره لرې ساتې اوداهغه څه دي چې بايد دساينس په دايره كې پاملرنه ورته وشې ، په ختيزو ټولنو كې چې لاتراوسه هم هنر په خپل طبعيي حالت كې ساه وباسې همداده چې ختيز پوهان وايې چې ددې ډول معاملې منلو ته يوڅه انتظار په كار دى .
يوسړى به په يوه عام ادبي بهيركې دنوروپه تقليد يوداسې څه ووايې چې د چا به ورته پام نه وې ،دغه عمل ته سړى نوښت هغه هم ادبې نوښت ترهغو نه شي ويلاى چې په هماغه ټولنه كې دعينيت اوذهنيت له بټۍ راونه وزي. همداده چې دلته دايوه پوښتنه ترهرڅه دمخه راجوتيږي چې آيا ددغه سړي ايجاد دعمومي ايجادي بهير په وړاندي خپله وړتيا ترلاسه كولاشي كه نه ، وړتيا دهنري ايجاد زړى جوړوي ، په دې چې دهغې له مخې دمنلواوياهم نه منلو جوګه كيږي .
په دې ورځو كې له يوې اوبلې خوا دساينس فكش پرمساله چې اوس تقريبآ په لويديزه كيسه كې هم په ادبي اوهنري لحاظ دپوښتنې وړ مساله ده په پښتوكې خبرې كيږي او په شرنګ وشرونګ سره يې يادوي، په داسې حال كې چې داډول خبرې خو په اصل كې په هغو ټولنو كي چې هلته ساينسي پرمختګونه دژوند لارښونه كوي اودغه بهير بشپړوي تريوه حده ديوشميرله پاره دپاملرنې وړ كيداى شي خو له دى سره سره په دغوټولنوكې داهم روښانه ده چې په دغه اړه كره كتنې هم لاتراوسه خپله وروستۍ پريكړه په دې نه ده په ډاګه كړې چې دلته په علمي لحاظ يوه لويه پوښتنه په مخ كې ده چې آيا موږدغه ساينس فكشن چې نن سبا مودومره كلك ترستونې نيولې په هنركې حساب كړو كه په علم كې ؟ اوداهغه پوښته ده چې تراوسه په دغه برخه كې ان په لويديزكې چې دوى يې ايجادګر دي هم له وروستي اوغوڅ ځواب سره نه مخامخ شوې،اونه يې په دغه اړه موندلى دى ، اوس كه چيرې ليكوال داكاركوي نوپه دې كې شك نشته چې هغه به دعلم په دغونزاكتو باندې پوه وي ياپه بله ماناڅوك چې دغه كارته ملاتړي هغه به ترډيرومخكې تردې چې ليكوال اوهنرمند وي بايد عالم اوساينس پوه وي ، په دې چې دى داحساساتو ترجماني په فكتونو كې ترعواطفو ښه كولاى شي ، آيا دغه علم چې دكره كتنې په نامه ياديږي دې ډول ليكوال ته يوكره نوښت ګرليكوال ويلاى شي ، زموږ يوانجنير ملګرى و، ده خپله دموټردبرښنا په باره كې زده كړې كړې وې ، خوچې دخپل موټرپه برښناكې به څه ستونزه ورته پيداشوه بيا به خپله نه پرې پوهيده اومستري ته به ېې وروست، يووخت هغه مستري پرې خبرشوې و ، چې دى شاګردانو دموټرپه باره كې درس وركوي، مسترې به چې دى وليده، نوبيا به يې هرچا ته داخبره كوله چې كه زه داسې لوكسه دريشې واغوندم والله چې اپولو جوړه نه كړم... مطلب دادى چې يوشمير خبري په ويلو كې اوعملې كولوكې يورنګه نه وي ،په دې كې شك نه و چې زموږ انجنير ملګري په ډيرو شيانو پوهيده خو مستري چې يوعملې سړى و، اوټوله عمريې په دغه برخه كې تجربه ترلاسه كړې وه انجينير نه مانه اوځان ته يې ترهغه زيات امتياز وركاوه .
اوس خبره په دې كې ده چې دغه شان نومونې چې موږ يې په زياترو وختوكې كارووددې له پاره موديوه پراخ عملې ډګرپه اوږدو اولنډوكې سترګې عړولې كه نه ؟ زه په دغه باره كې يوازې دوې بيلګې په افغانستان كې وړاندې كوم، چې هغه كيسې په يوډول نه يوډول يوشمير داسې علامې لري چې له يوې خوا علم ته تبليغ كوي خوپه عين حال كې داتجادي وړتيا برلاسى په خپله په دغه ترڅ كې له پامه نه غورځوي ، زه فكر كوم چې كه موږ په پښتوكيسه يې بهير كې تردغه زيات څه ليكو اويايې وايو په علمې لحاظ دادبې اوهنرې كره كتنې له پولې ځان وباسو، زما له پاره دغه دوې نمونې اصولآ دپښتوكيسي په ترڅ كې داسې بيلكې دي چې يولوستونكې هغه مخكې تردې چې لوستل يې پيل كړي دليكوال پرمخ نه ورولي او نه يي وغورځوي، په دغه برخه كې تاسې ته ياده ده چې ارواښاد موسې شفيق يوه كيسه د( ډاكتر) په نامه كښلې ده په دغه كيسه كې يوځوان خپله دوكتورا په يوه داسې علم كي اخلې چې هغه له ميديكل سره كومه رابطه نه لري، خوكله چې خلك هغه ګوري ټولو ته همدى خپله واېې چې زه ډاكتريم اوهم هغوى چې دى په تمامه مانا پيژنې،هغه هم په ده پسې ډاكترصاحپ ، ډاكترصاحب نارې وهې، دشفيق دغې كيسې په خپل وخت كې يوه داسې پوله زموږپه ټولنه كې په گوته كړه چې په هراړخپزه توګه ، ددووپوهنوپه وړاندې يې ذهنيتونه په خورا روښانه توګه هم راوپارول اوهم يې په خپله وړتيا سره وروزل ،اوداېې په ګوته كړه چې ډاكتر يوازې هغه چاته نه ويل كيږي ، چې يوازې بايد خلكو ته د دارو درملو په باب خپله دنده ترسره كوي، دغه كيسه په خپل وخت كې سړي ته دانه ورپه ګوته كوي چې داكيسه ده كه مقاله، اونه داپه كي راغلې چې د ساده ،هو، اوبلې پرځاى دي ليكوال يس اونو وكاروي، بله كيسه په دغه لنډوكالو كې د ښاغلي انځور لنډه كيسه (دا سرونه دارسمونه ) په خپله په خورا ماهرانه اوهنري توګه دعلمې (رواني) اډانې لرونكې ده، خوداسې نه ده چې په دغه كيسه كې به لوستونكى دې ته ناچارشې چې ترپايه يې ونه لولي، په ساينس فكشن كې ددغه اصل تيوري پوهان ليكوال ته دانه وايې چې دعاج په ماڼۍ كې كينه اوهغه څه چې نه ته پرې پوهيږې اونه نورپرې پوهولاى شي، هغه دهنر ، هغه دكيسې په نامه پرخلكو اويا پريوه ادبې بهيرباندې وتپه، بلكه دهغوې ټينگار په دې دى چې په دغه شان كيداى شې يوڅوك هغه هم په يوه ماشيني ټولنه كې ديوه (ځانګړي ډول نوښت) په لور ګام اوچت كړي، دوى داسې مشوره نه وركوي چې يوڅوك چې دبرښنا ګروپ دسوچ پرځاى له بړستنې په پوه كولو وژنې هغه دې په هوايي بيړۍ كې كينې اوله هغه ځايه دې هم دخپلې ژبې پرځاى په پردى ژبه باندي دمځكې خلكو ته چيغې را ووهې...اوهغه هم په يوه بله ژبه اويوه بل شوروشرنګ سره ...
همداسې دښاغلې كرگر يوشمير كيسې دي چې ديوشميرژورو علمي مفاهيمو دڅرګندولو له پاره دپښتوكيسې خپل هنرې فورم نه ماتوي .
كه موږ وكولاى شو چې په خپله كيسه كې دنوروپه تقليد ګامونه پورته نه كړو موږ به وكولاى شو چې په خپله پښتوكيسه باندې تريوه ټاكلې هدفه پورې ځان ور ورسوو، خوكه داكار ونه كړو اويوازې دې ته وګورو چې په دنيا كې دغه اوهغه لوبه روانه ده ، نوراځۍ چې موږ تري بې برخې نه شو، داسې ادبې كار نه ادبې كار دي اونه به ديوې ټولنې په اوس مهال اوراتلونكې كې دمنښت ځاى ومومي ، په دې چې ايجاد او نوښت په هره ژبه كې دصميميت اورښتياينې دبهير دتجربې په مټودعمل اووړتيا ډګرته راوځي .
بله خبره داده چې (ساينس فكشن ، ياساينسي فكت )دادواړه مفاهيم لويديز ادب پوهان په يوه مانا كاروي ، دوى دوې خبرې كوي ، چې يوخوداډول ليكنې ددې له پاره مرسته كوي چې ساينسې پوهان يوڅه ترې راوباسي ، خوددې په څنګ كې كله كله داسې زيان هم له ځان سره لري چې كيداى شي هغوى(ساينس پوهان ) هم دومرټنبل كړي چې يووخت به يې همدغه ساينس فكشن داسې پولې ته ورسوي چې هيڅ بريا به هم نه ځان اونه به هم علم ته له ځانه سره څه لري . بله خبره داهم ده دمځكې پرمخ انسانان تراوسه ددې له پاره وخت نه لري چې لكه دلويديزد ماشومانو په څير چې رخصتي پيداكړي نوبيا په كارتونې بوختياوو ورمنډې كړي اوله هغه سره د ځان بوخت كاندي ، برعكس نن سبا بشريت ددې له پاره اړ دى چې جنگونو ته دپاى ټكې كيږدې ، لوږه پاى ته ورسوي ، لويه بدمرغې چې نن نړى ورسره لاس اوګريوان دي هغه درنې ناروغۍ دي لكه ايدس اونوري دي چې دهغو په باره كې بايد انسانې استعداد اوعاطفي احساسات وكاريږي ، اتومي ناتار په خپله يوه بله ستونزه ده چې هرشيبه يې انسانې ژوند له سخت ګواښ سره مخامخ كړى ، ځكه زه فكركوم زموږله پاره تراوسه لاوخت شته چې دلمر اوستورو پرشاوخوا باندې ترخپلو خيالي الوتنوپورتنيو اړينومسايلوته دلومړيتوب حق وركړو.
داډول خبرې نورې هم شته چې بايد سړى پام ورته وكړي ، انسان لاتراوسه هم دستونزو اوبدمرغيو له ښكيله نه دى راوتلې ،ډيرې ستونزې لاشته چې ادب پوهان اوس دهغو له امله له ساينس پوهانو سره دتوپيرونو په ډګركې دريدلي دي ،په دې چې په زياتو برخو كې دهنراوساينس پولې سره گډوي چې په دغه كارسره په تيوريكي لحاظ دكره كتنې دنده له كره كتنې څخه اخستل كيږي اودهغې پرځا ى دهعې رسالت په يوه ځانګړي علم باندې ډه ډه لګوي ، په داسې حال كې به دغه اصل چې كره كتنه يوممتاز علم دى خپل اهميت په څه كې ولټوي؟ ،سره له دې چې په هنركې ايجاد لومړى اوتقليد (البته ديوشمير تيورې پوهانولكه دكلاسيسزم پلويان ) دويم ځاى لري ، خوله دې سره سره هم په دغه برخه كي دكره كتنې مشوره اوارزښت په هراړخيزه توګه له ياده نه وباسي .كه زموږ په كيسه كې دنوښت او وړتيا پوښتنه لږ په جدې توگه په پام كې ونيول شي اويوشميريارانوته لږ په صراحت سره داترغوږ ورتيره كړه شې چې لنډه كيسه په ټولو داستانې ډولونو كې ترټولو ډولونو ګران اومشكل ډول دى ، له دغه داستاني ډول سره لوبې كول، اوداسې ويل چې ( كيسه نوڅه شى ده هرڅوك يې ليكلاى شي ) لږ له انصافه لرې خبره ده همداده چې داډول خبرې به يوه ورځ ددې سبب شي چې خداى مه كړي نه به موږ ته څه وليكي اونه به خپله په دغه برخه كې د برياوو په لور ګامونه پورته كړي، ځكه دوى ته داويل په كار دي چې ترخرابې او نيمگړې كيسې ليكلو يې نه ليكل غوره دي .
لنډه داچې كه موږ سا ينس درلودى نوبيا يې په ساده وينا د (فكشن ) په باب پوښتنه په خپله دځواب وړ وه ، خوله بده مرغه چې تراوسه نه دالرو اونه هغه په دغه باره كې به دم ګړۍ په پراخو وزرو الوتنه زموږ پښتنو په مشهور وينا زموږ اويوشمير شرقي ليكوالو له پاره لنډه منډه وې ، په داسې حال كي چې په دغه برخه كې په لنډې منډې سره موږ هدف ته نه شو رسيداى ، پريږدۍ چې زموږ پښتولنډه كيسه زموږ له ژوند اوزموږ له ټغر سره برابرې پښې وغزوي اوپه خپله پښتني وړتياسره نوره دخپلې طبعيي ودې له كاروانه وروسته پاتې نه شي لكه چې تراوسه پورې په خپلوسيالو ژبوكې وروسته نه ده پاتې .
",ساينس فكشن علم دى كه هنر ؟
2750,,"
دوشنبه د غبرګولي دوهمه نېټۀ هرات
د هرات په ښار کي تېره ورځ درې تنه ماشوم تښتوونکي لاس په لاس ونيول شول .
د نوموړي ولايت دامنيې قومندانی د جنايي څانګي مدير نثاراحمد پيکار بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي نوموړي تښتوونکي د يکشنبې د ورځي په وروستيو کي چي ٥ تنه ماشومان هم ورسره وو ، د هرات ښار په مرکز کي نيول شوی دی .
نثاراحمد همدا راز وويل : ماشومان چي دوه يې نجوني وې خپلو کورنيو ته سپارل شوي ، او تښتوونکی د هرات ښار امينې قومندانۍ ته د پوښتنو ګروېږنو له خوخه هستول شوی دی .
نوموړي ماشوم تښتوونکي خپل جرم منلی دی ، او ويل کيږي چي د ماشومانو د نورو تښتونو په اړه به هم ورنه مالومات ترلاسه شي .
( ميرويس جليل ) ",په هرات کي درې تنه ماشوم تښتوونکي ونيول شول
2751,,"
دوشنبه د غبرګولي ٢مه نېټۀ ( خليل الله سرور - کندهار )
دغبر ګولي دمياشتي پر دوهمه نيټه دراډيو تلويويزن په تالار كي دلوي كندهار دكلتورى مركي غونډه دنوموړي مركي د مشر ښاغلي ډاكټر طارق رشاد په مشرتابه پر پنځه بجې پيل شوه .
په غونډه کي دلوي كندهار ديو شمېر كلتورى ټولنو مشرانو ، كلتورى موسساتو مشرانو ، لوړو كلتورى شخصيتونو ګدون كړي وو او د ۲۷ تنو كارى ډله جوړه او پنځه كسيز پلاوي ته دا دنده وركړه سوه چي تر راتلونكي اوونۍ پوري دنوموړي مركې ګډون لاره جوړه او غونډي ته درايي اخستلو او تصويب لپاره راوړي.
همدا ډول ټاکل شوې ده چي سبا دغبرګولي پر دريمه نېټه دښوونكي ورځ په پر تمين ډول ولمانځي او دپوهني درياست سره په دي اړه هر اړخيزه مرستي وكړي.
د لوی کندهار ادبي مرکه له هغه وروسته جوړه شوې ده چي دافغانستان د جنوب لويديځي حوزې ولايتونو مېشتوکلتوري ټولنو د يوه ګډ ادبي بهير پر تاسيس پرېکړي ته ورسېدل . دا ادبي بهير (د علامه رشاد بابا ( رح) ادبي بهير ) په نامه ياديږي . ددې ادبي بهير بنسټ اېښودونکي وايي چي په سيمه کي به د علامه رشاد بابا ادبي بهير په فرهنګي او کلتوري هڅو په پرمختګ کي پام وړ بدلون راولي.
په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني مشر ښاغلي واصل حسنيار وويل چي د تېرو شپږو مياشتو راپه دې خوا يې د سهيل لوېديځو ولايتونو له ډيرو ليکوالو او پوهانو سره تر مشورو او خبرو وروسته دعلامه رشاد بابا ادبي بهير تګلاره دوې مياشتي مخکي جوړه شوې . او اوس به يوازي د ولايتونو په سطحه خپل استازي ټاکي او څانګي به جوړوي .
",دعلامه رشادبابا رح ادبي بهير او په سيمه کي کلتوري هڅي
2752,,"
١٣٨٤دوشنبه د غبرګولي دوهمه
داکال د یوروفیژن دسندروپنځوسمه سیالي یوې یونانۍ سندغاړي هیلینا پاپار یز و ته ورکړه شوه .
هیلیناچي دیونان ده اوپه سویډن کي لویه شوې وایي خوشحاله ده چي دابری ددې هیوادته ورپه برخه شو.
له تېروپینځوسووکلونوراپه دې خواهرکال په اروپا کي یوه ترټولوخوندوره سندره ټاکل کيږي .
داسي چي خلک دلنډوټيلیفوني پیغامونویا س م س له لاري کاندیدوشویو سندرو ته رایي ورکوي .
دسږکال غوره سندره چي هیلیناویلې ( My man number one ) نوميږي چي پاپ اوکلیواله ګډه موسيقي لري .
هیلینا تېرکال دسندروپه سیالۍ کي دریم مقام گټلی و .
داروپایی دسندروپه سیالۍ کي تېرکال یوکراین لومړی مقام خپل کړی و او لومړی ځای یوې یوکراینۍ سندري ته ورکړل شوی و ځکه خونودقانون له مخي سږکال یوکراین دهمدې سیالیوکوربه و او راتلونکي کال ته به يونان د سياليو کوربه شي .
اروپادغوره سندري لپاره دې مسابقی ته ټولي څلورويشت سندري کانديد کړي وې .
او له نهه ديرش اروپايي هيوادونو څخه خلکود ټيلفون له لاري ورته رايي ورکړې .
دوهمه غوره سندره دمالتا یوې سندرغاړي چیرا بللې وه چي نوم یې و( فرشته ) دایوه کلیواله فلکلوریکه سندره وه چي له نري نري گیتارسره بلل شوې وه اودریم ځای درومانیایې سندرغاړي لومینتیناانجیل هنری ډلي وگوټ دایوه راپ سندره وه .
په ټوله اروپا کي کابو یوسلوشلومیلیونوکسانوپه ټلویزیونودیوروفیژن دسندرو دسیالۍ سیل وکړاورایي يې ورکړې .
مسابقې ته ډیري ولسي سندري کاندید شوي وې لکه هنگري کروشي او مونتي نگري خو په ځانگړي ډول ترکۍ موسیقي چي دوه کاله مخکي یې دا سیالي گټلې هم وه ډیره اوریدل کیده.
",هيلينا پاپاريزو د يورو فيژن د سندرو سيالي وګټله
2753,,"
١٣٨٤ دغبرګولي دوهمه کندهار
تېره شپه د کندهار ولايت د ارغنداب په سيمه کي د نامالومه وسله والو کسانو له خوا د يوې ښوونځی پر ودانۍ د راکټونو ډزي شوي ، او ښوونځی ودانی د سوځېدلو سره سم نړېدلې ده .
د کندهار ولايت د امنيې قومنداني چارواکو وويل چي په ښوونځی کي مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې . مګر د ښوونځی ميزونه ، څوکۍ او کتابتون له منځه تللي دي .
تر اوسه دولت د ښوونځی د سوځولو په تور څوک نه دی تورن کړی . خو وايي چي دا د هيواد او ولس د دښمنانو کړنه ده .
",وسله والو کسانو ښوونځی وسوځاوه
2754,,"
١٣٨٤ دغبرګولي دوهمه
(خبر : ميرويس جليل کابل )
دا خبره (نیکولای پتروشیو) د روسیې د فدراتیف د فدرال امنیت ریس د جمعې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کي کړېده .
نوموړی چي د پخواني شوروي د اتلسو ټوټه شويو جمهوریتونو د امنیتي چارو د ریسانو په غونډه کي خبري کولې همدا راز ویلي د نړیوالو ټولنوپه ډيرومرستو او په خاصه بیا د امریکا د متحده ایالاتو په پوځي ا و اقتصادي ملتیا سربیره اوس لا هم د افغانستان په دننه کي د تروریستانو د روزلو کمپونه موجود دي او مخدره توکي هم د تیرو کلو په پرتله په زیاته اندازه تولیدېږي او بیا د نړۍ سوداگریزو مارکیټونه ته قاچاق کیږي .
د روسیې د امنیت دې لور پوړي چارواکي دا هم ویلي چي د څو ورځو مخکي لاریونونه چي د ازبکستان په اندیجان ولایت کي وشول د افغانستان د بې ثباتۍ نښي دي او د افغانستان له امنیتي حالت سره نژدې تړاو لري .
د یادوني وړ ده چي د افغانستان د گاونډي هيواد ازبکستان په اندیجان ولایت کي هغه مهال تر 500 زیات کسان د لاریونو پر مهال ووژل شول چي د نوموړي هیواد د جمهور ریس اسلام کریموف په وینا د دولت ضد بهرنیو او کورنیو اورپکو غوښتل د نوموړي هیواد امنیت ګډ وډ کړي .
",د ازبکستان وروستۍ ناقراري د افغانستان له بې ثباتۍ سره تړاو لري .
2755,حاجي امين باوري - بلجيم,"
سې شنبه د غبرګولي دريمه
ستړی نصيب
له مزلووموپښې تڼاکي ، زړونه ستړي
دارمان صحرا وړه ، اندونه ستړي
د وختونو برګو سترګو لوی څپيړو
له اذل نه يې کړل ټول سوچونه ستړي
پرچمن دخيال مو بس د ازغو شپې سوې
د زړګي پر کورګي ټول زخمونه ستړي
پر چينو چي دي د اوښکو وچکالي کړه
په لېمو کي سوه د يار خيالونه ستړي
سترګي وچي ، شونډي وچي ، ژبه وچه
ساقي ،جام کړه را پوره ،مزلونه ستړي
ستا نظرزموږ پرقسمت باندي همدومره
ستړي موږ، ستړی مو روح ،سرونه ستړي
نن مي سر په ميکده کي سجده نکړي
ځکه ، هست نه مو نصيب ګامونه ستړي
که مو ستړی خيال پر غېږ دجانان مېشت کړې
سجدوکي به کړو خپل سرونه ستړي
",ستړی نصيب
2756,,"
د غبرګولي دريمه نيټه
(بي بي سي ): د افغانستان د ملي اردو ځواکونو د ارزګان په ولايت کې د دوو جلا جلا پوځي فعاليتونو په ترڅ کې دوه طالب جنګيالي وژلي اود يارلس نور يې ژوندي نيولي دي.
د دفاع وزارت وياند جنرال عظيمي وويل چې د چارچينو په ولسوالۍ کې د ملي پوځ د سرتيرو د يوه بريد په ترڅ کې د مولوي عبدالباري په نامه يو مشر طالب د دوو نورو طالبانو سره ونيول شول.
د ښاغلي عظيمي په وينا مولوي عبدالباري چې اوس ايتلافي ځواکونو ته سپارل شوی ، د هغو طالبانو له جملې څخه دی چې امريکا يان يې په لټه کې و .
",مولوي عبدلباري ونيول شو
2757,,"
د غبرګولي دريمه نيټه
د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي د امريکا متحده ايالاتونو ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د امريکا د جمهور ريس جارج بوش سره په سپينه ماڼۍ کې وکتل او دواړو ولسمشرانو د دوشنبې په ورځ د امريکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيکي همکارۍ اعلاميه لاس ليک کړه.
د دغې اعلاميې له مخې به امريکا د افغانستان سره په پوځي ، امنيتي او بيارغونې په برخو کې اوګد مهاله همکاري کوي.
",د افغان- امريکا ګډه اعلاميه لاس ليک شوه
2758,ګل آغا احمدي وردك,"
ګل آغا احمدي وردك
له منتخب ولسمشر او حكومت څخه كړيدلى افغان ولس لاندې هيلې لري چې د دولت مهمې دندې يې ګڼلى شو:
لومړى: د بشپړ امنيت تامين
د هيواد د بيا ودانولو په بهير كې امنيت د ټولو اقتصادي، پوهنيزو او ټولنيزو سمونونو لپاره د يوې داسې ډيوې حيثيت لري چې د خپلو زرينو وړانګو په وسيله د ژوند كاروان ته لاره رڼا، او په همدې بهير كې تر ټولو لويه او ستونزمنه دنده په غاړه وړي. په حقيقت كې د هيواد او خلكو راتلونكې برياوې او نيكمرغۍ په امنيت پورې تړاو لري چې ټينګول يې د انتخابي حكومت داسې يو عظيم مسئوليت دى چې په تامين سره به يې افغان ولس او ټاكل شوى حكومت بريالى كيږي. په همدې توګه هغو ټولو ګواښونو ته به معقول ځواب وايي چې افغان ولس د خپل نوي ژوند په لړ كې ورسره مخ كيږي.
دوهم: د پوهنې او روزنې بيا رغونه او تعميم
په ټولنه كې د پوهنې او روزنې عام كول د انتخابي حكومت يوه داسې لويه دنده ده چې له هيواد او خلكو څخه د تيرې لويې غميزې تاثيرات او اغيزې جارو كوي، دقانون دروازه د خلكو پر مخ پرانيزي او هيوادوال د پرمختياوو په ښكلي كاروان ورګډوي.
كه د پرمختلليو هيوادونو او ټولنو د پرمختګ بهير ته وكتل شي، نو په دې اړوند تر ټولو لويه او مهمه ونډه پوهنې او روزنې تر سره كړيده. په افغانستان كې هم ښايي چې لږ تر لږه تر دولسم ټولګي پورې زده كړې او تعليم ته جبري بڼه وركړل شي او هر هيوادوال مكلف وي چې نوموړى شرط پخپل ژوندكې عملي كړي. د دې كار له امله به له يوې خوا څخه د زياتو ستونزو مخه نيول شوې او له بلې خوا به زموږ خلكو ديني او دينوي ښيګڼې تر لاسه كړي وي او انتخابي حكومت د پوهنې او روزنې د اصل د برابرولو دروند مسئوليت په خپله غاړه لري.
په همدې توګه د تعليم په هره سطحه د هيواد له روزنيز او پوهنيز چاپيريال څخه دسياسي سياليو او ناندريو سوداګر را وباسي او اجازه ورنه كړي چې سياسي ناندرۍ د پوهنې په ډګر كې د افغان زلمو د تعليمې ودې مخنيوى وكړي. بلكي حكومت دنده لري چې ټولې علمي موسسې، ښوونځۍ او پوهنتونونه له سياسي بحثونو، فعاليتونو او ناندريو څخه وژغوري.
در يم: دملي اقتصادي بيا رغاونه او فقر له منځه وړل
د ملي اقتصاد بيا رغاونه هغه بنسټ دى چې د فقر ستونزه له منځه وړي او هيوادوالو ته د يوه روښانه ژوند زيرى له ځان سره لري. د اقتصادی رغونې په ډګر كې د كرنې، بريښنا، تيلي كميونيكشن، ترانسپورټ او داسې نور بسټونو بيا رغول هيوادوالو ته دكار زمينه برابروي او زموږ د خلكو سره د فقر په كموالي كې لويه مرسته كوي. همدارنګه د لويو لارو جوړول، سوداګرۍ ته وده وركول او د لويو اقتصادي پروژو د كار پيل زموږ هيوادوال تر ډيره حده د بيكارۍ او بيوسۍ له ستونزو څخه خلاصولاى شي چې په دې لړ كې له ګاونډيو هيوادونو څخه د ګاز او تيلو په نل ليكه د عملي كار پيل كول د حكومت د خورا لويو، پخو، ضروري او مهمو ګامونو څخه ګڼل كيږي چې انتخابي حكومت به يې پورته كوي.
څلورم: د وسلو د ټولولو بهير ته وده وركول
وسله، ټوپكماري او جنګ سالاري هغه لويه ستونزه ده چې د هيواد له زياتره وګړو څخه يې د خپل خواږه ژوند عادي جريان اخيستى او د كلونو كلونو په موده كې يې له دې ستر نعمت څخه محروم كړي دي. په همدې توګه دغه شومې پديدې داسې بدمرغ، تور او وحشي قانون له ځان سره راوړى دى چې هيڅ ډول انساني معيارونه په نظركې نه نيسي بلكي د خپلې شومې غريزې د اشباع لپاره هر ډول جنايت او تيرى روا ګڼي.
د وسلو ژر تر ژره راټولول او د ټوپك سالارۍ له منځه وړل به د هيواد له امنيت، غوره ژوند او د نيكنامۍ له اعادې سره ډيره مرسته وكړي چې په دې لړ كې د DDR د بې وسلې كولو پروګرام او داسې نورو غوره ګامونو ته وده او چټكتيا به د نوي انتخابي حكومت يو ښه نوښت او عظيم مسئوليت وي او دى.
پنځم: له مخدره موادو سره د مبارزې بهير ته پرمختيا
مخدره مواد د زمانې هغه لويه ستونزه،بدنامي او پيغور دى چې افغانستان ورسره مخ دى چې د هغه توليد، كرنې، استعمال، قاچاق او سوداګرۍ له منځه وړل يې د حكومت او افغان ولس ګډ مسئوليت ګڼل كيږي. حكومت او ولس ته ښايي چې د دې ناولې پديدې په له منځه وړلو سره هيواد ته داسې يو زرغون انقلاب را ميلمه كړي چې هرې خوا ته يې د آبادۍ او ښيرازۍ وړانګې ټوپونه وهي.
د مخدره موادو په وړاندې مبارزه د انتخابي حكومت يوه ډيره لويه او ستونزمنه دنده ده چې هيوادوال د دې ستر آفت او لعنت له منګولو څخه ژغورلى شي او د هغه په له منځه تللو سره به د ترهګرو او قاچاقبرانو مالي سرچينې بندې، له استعال څخه به يې ټولنه خلاصه او هيواد به مو د بدنامۍ له تور ليست څخه ويستلى وي چې د دې شومې پديدې په ترځ كې په نړيواله سطحه ور پورې نښتى دى.
شپږم: د اداري فساد او رشوت مخنيوى
حقيقت دادى چې تيرې سترې غميزې مو هيواد د ادارې له نشت سره مخ كړى دى او كومه اداره چې د دوه نيمو لسيزو جګړو او ناخوالو څخه وروسته رامنځته شوې ده د يوې لويې پيمانې نيمګړتياوو سره يو ځاى خپلې دندې سر ته رسوي او له دې حقيقت څخه انكار نه شي كيداى چې د حكومتي اداراتو په منځ كې دغه ناولې پديدې خپل ناولي تارونه غزولي او د ورځې په تيريدو سره نوره هم پياوړي كيږي. د اداري فساد، اختلاس او رشوت د ستونزې د زياتيدو عوامل زيات دي خو تر ټولو ستر عامل يې اقتصادي كمزوري او د دولتي مامورينو ناوړه اقتصادي حالت ګڼلى شو چې له كافي معاش څخه برخمن نه دي او هغه نيمګړى معاش چې وركول كيږي بيا په خپل وخت نه ور رسيږي. په همدې توګه له ځينو ځينو سره د پوهې د كچې كموالى او د هيوادوالو په وړاندې له مسئوليت څخه د خپلو اوږو خالي كول او داسې نور عوامل هم شته دي چې د دې ستونزې په پراخوالي كې يې ونډه درلودلې ده.
نوى حكومت دنده لري دغه ناولې پديده له دولتي اداراتو څخه لرې او د وړتيا سره سم د حكومتي چارواكو په ټاكنه لاس پورې او داسې شرايط رامنځته كړي چې تر ممكن حد پورې يې د اداري فساد او رشوت مخه نيولې وي.
اووم: د ملي اردو او ملي پوليسو پياوړتيا
د هيواد د بيا ودانولو په بهير او سياسي ثبات كې ملي اردو او ملي پوليس د ملا د تير حيثيت لري كوم هيواد چې ملي اردو او ملي پوليس ونه لري نو بيا خپلسري د خلكو په خوشحاله ژوند خپلې ناولې چمبې خښوي او داسې ناخوالې منځته راوړي لكه افغان ولس چې دا تيرې دوه نيمې لسيزې د خپل سر په سترګو وليدې چې ويره، وحشت او داړماري يې مهم عناصر ګڼل كيږي.
پدې لاره كې هر ډول مرستو، ابتكار او چټكتيا ته ښه راغلاست ويل د انتخابي حكومت ډيره مهمه دنده بللى شو. بايد په ښكاره توګه وويل شي چې هغه مهال به موږ د يوې غوره ټولنې په رامنځته كولو كې بريالي شو چې د ژوند د يوه روښانه قانون سره يو ځاى غښتلې او له وياړه ډكه بې پرې ملي اردو او ملي پوليس ولرو.
آتم : د بهرنيو مرستو راجلبول
افغانستان په وچه كې حصار هيواد دى چې له سمندر سره مستقيمې اړيكې نه لري څو له منابعو څخه يې ګټه پورته او خپل ملي اقتصاد له دې لارې غښتلى كړي. په همدې توګه د خليج د عربي هيوادونو په څير د تيلو او ګاز سرشارې سرچينې هم په دې هيواد كې نشته چې پخپل ځان باندې متكي شي بل دا چې د تيرې غميزې په لړ كې يې ټوله مادي او معنوي شتمني د اور په لمبو كې لولپه شوه او ورپسې څو كلنې اوږدې وچكالۍ د دې هيواد كرنيز بنسټونه له منځه وړي دي چې ياد شوو عواملو زموږ د وګړو ژوند له زياتو ستونزو سره مخ كړى دى چې د خپلو منابعو په كار اچولو سره سره به د بهرنيو مرستو له جلبولو پرته نورې ستونزې هم خداى مكړه ډيريږي.
نو په دې توګه انتخابي حكومت دنده لري چې د هيوادوالو د ژوند د ښه كولو او بيا رغونې د بهير د ګړندي كولو لپاره د بې قيده او شرطه بهرنيو مرستو په راجلبولو كې خپل مثبت رول و لوبوي. په همدې توګه يادونه كيږي چې نوموړې مرستې د ملت د لوړو ګټو لپاره د لاسته راوړلو لپاره په كار ولويږي او د هغو اړخونو، غير دولتي موسساتو يا انجوګانو او لاسونو څخه محفوظې كړاى شي چې په مالي فساد او خيانت كې ښكيل دي. په همدې توګه له نوموړو مرستو څخه داسې ګټه واخيستل شي چې د هيوادوالو لپاره په خپل ځان باندې د متكي كيدو په چارو كې و لګول شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر، د كابينې غړي او ټول حكومتي ارګانونه د هيواد د چارو په سمون كې د خپل توان، مقام اوصلاحيت په اندازه مسووليت لري چې د خپلو هراړخيزو هڅو په وسيله هيواد له ورانۍ، بربادۍ او خوارۍ څخه د ښيرازۍ په لوري ګړندى كړي. ",د هیوادوالو هیلې او د انتخابي حكومت مسئوليتونه
2759,حاجي امين باوري - بلجيم,"
چهارشنبه دغبرګولي څلورمه
وسوم
زړګيه وسومه لمبو دي وسوم
په لوړو چغو او نارو دي وسوم
څه بلا ګډه ستا په کور سوه يو دم
د ژوند چمن وم ، په غرمو دي وسوم
نه مي مجنون نه مي جنون پيژانده
پر بيابانو ، د هجرانو دي وسوم
چي د ليلا تصوير دي راغۍ پر خيال
په دربيدو او زوکليدو دي وسوم
ما درته ويل چي ګوره ځان باينلې
ستا د انکار په اوريدو دي وسوم
چي څه کرې هغه ريبه پخپله
په دغه کړو نا کردو دي وسوم
ما چي ويل د ميني لار ده ګرانه
ها فرهادي تيرو تيشو دي وسوم
زه د نړۍ د مزلو ستړی کالبود
تا کي زړه ورو ميړنو دي وسوم
زه ستړی کړی د ژوندون کږليچو
په تا کي مستو ترانو دي وسوم
د وخت له ډاره زما کيسې دي پټي
ستا پر رسواوو لارو تلو دي وسوم
دار او چاړه مي هار د غاړي نه ده
د منصوري منصور کيسو دي وسوم
زړګيه پريږده د تقدير کيسې دي
په دې جنت کي دوږخو دي وسوم
ته په جنت کي دوږخونه لټې
باوري کلکو زولنو دي وسوم
",وسوم
2760,,"
چهارشنبه دغبرګولي څلورمه ( ميروس کابل )
اروپا يي ټولنه غواړي د افغانستان راتلونکو پارلماني ټاکنو ته د څارني يو پلاوی راوليږي .
ویل شوي د نوموړي هیئت مشري به د اروپایي ټولني د پارلمان غړې میرمن (امابونینو) په غاړه ولري چي دټاکنو د ترسره کېدو د دقیقي نیټې نه به څو ورځي مخکي افغانستان ته راورسیږي .
د نوموړي ټولني د بهرنيو اړيکو د سمون مسولي ( بنيتافررو والدنر ) د دوشنې په ورځ په بروکسل کي وويل : تمه کيږي چي د نوموړي پلاوي په رسيدو سره به د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کي لا ښه سمون او شفافيت رامنځته شي لکه څنګه چي په تېرو رياستي ټاکنو کي وليدل شو .
د یادوني وړ ده چي د افغانستان د ټولټاکنو د گډ دفتر د چارواکو په وینا پارلماني او ولایتي شورگانو ته به د راي ورکولو لړۍ د روان میلادی کال د سپتمبر د میاشتی پر اتلسمه نېټۀ تر سره شي .
",اروپايي ټولنه په ټاکنو کي مرسته کوي
2761,,"
چهارشنبه د غبرګولي څلورمه ( ميرويس کابل )
د افغانستان پکتیا ولایت کي پارلماني ټاکنوته دسځو لپاره بیلي شوي چوکۍ په خطر کي شوې.
په نوموړي ولايت کښي پارلماني ټاکنو ته يوې کانديدي مېرمني چي نه يې غوښتل نوم يې ياد شي د سې شنبې په ورځ ويلي د ټاکنو ګډ دفتر نوموړي ولايت ته چي پنځه چوکۍ بېلي کړي وې ، دوه يې د ښځو او درې يې د نرينه و له پاره وې ، خو تېره ورځ د ښځو نه يوه چوکۍ اخستل شوې او دم ګړی يوه چوکۍ لري . هغې وويل چي داکار دښځو سره جفا ده .
بله خوا د ټاکنو د ګډ دفتر چارواکي دا ادعا نه مني اووايي چي دوی داډول کومه پرېکړه نه ده کړې ، او له دې خبري ناخبره دي .
",د پکتيا د ښځو نه يوه چوکۍ اخستل شوې ده
2762,محمد يوسف هيواددوست,"
چهارشنبه دغبرګولي څلورمه ١٣٨٤
د کابل ولایت د بګرامیو لېسه
د ارواښاد پوهاند استاد عبدالشکور ( رشاد ) په نوم ونومول شوه
کله چې د کابل له ښار نه د دغه ولایت ختیخو سیمو ته ورځې نو په لاره کې د شاه شهید له ښکلې سیمې څخه چې د جشنونو او میلو سیمه ده تېریږې نو د سیاه سنګ زړه وړونکې او تاریخي سیمه مو مخته راځي چېرې چې د لرغوني ( اپګان ) لرغوني تاریخونه او یادګارونه یې په سینه کې پراته دي خو له بده مرغه چې تر اوسه لا دغه سیمه کې یو لومړنی ښوونځی نه دی جوړ شوی او ماشومان د شاه شهید او حضوري چمن سیمې ښوونځیو ته په یخنۍ او ګرمۍ کې منډې وهي .همداسې چې وړاندې ځی نو د سیدنورمحمد شاه مینې پراخه او ښایسته سیمه مو زړه باغ باغ کوي ،د سردار محمد داود او ورپسې دولتونو د پاملرنې له مخې په سید نورمحمد شاه مینه کې ښه ډېر ښوونځی ،سینما ګانې ،کافي ګانې او بازارونه جوړ شوي او له دغو ټولو برخو دسیمې خلک یو څه بسیا دي .پورته د نوې کارتې او بګرامیو ولسوالۍ ترمنځ یو ډېر پخوانی او له کیسو ډک کوتل راځي چې ترې لاندې ښی لاس ته پراته عسکري کورونه او فامیلي د وخت د چارواکو د غوره ګامونو څرګندونه کوي .د سیدنورمحمد شاه مېنې د تپې او غونډیو په شاه او خوا کې د کورونو جوړولو چټکه پراختیا د سیمې په لا ښایست کې ستره ونډه اخیستې .له کوتل نه چې لږ وړاندې لاړ شې نو لاندې پراخې شنې سیمه کې د بګرامیو د نساجۍ فابریکه له ورایه ښکاري ،هغه تولیدي موسسه چې نه یوازې د کمریو ،حسینخیلو ،
تره کو،اندړو،شینې ،د احمد خان کلا ،بتخاکو،خاک جبار ،خوردکابل اویو شمېر نورو نږدې سیمو کارګرانو ، چې ان د کابل د ښار یو شمېر اوسېدونکوهم کلونو-کلونه په دغه فابریکه کې چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې د چین اولسي جمهوریت لخوا جوړه شوې ،د کارګرانو په توګه کار کړی.په همدغه سیمه کې به د وزلوبو ( بزکشۍ) لوبې کېدې،چې د کابل ښار او شاو خوا سیمو په لکونو خلک به ورته نندارې ته راتلل خو له بده مرغه وروسته ترې د ملي بس د موټرو ګدامونه جوړ شول .تر هغې مخکې بیا د بګرامیو د ولسوالۍ ښار او بازار راپیل کیږي ،ښه ګڼه ګوڼه او د راکړې ورکړې تودې ماملې دي .دوکانونو او هټیو ته مخامخ د بګرامیو ولسوال په یوې پخوانۍ ماڼۍ کې کار کوي او خوا ته یې د بګرامیو لیسه ده چې له نېکمرغه ما او زما ورونو ،کورنۍ او پلار- نیکه همدغه ښوونځی لوستلی.دغه ښوونځی کوم ځانګړی نوم نه درلود او هر کله به د سیمې مشرانو یو له بل سره په خبرو کې دغه اړتیا یادوله چې دغه ښوونځي ته د یو ملي مشر یا نومیالي علمي – فرهنګي شخصیت نوم په کار دی او دا دی دا هیله اوس له خوښیو نه په ډکه فضا کې ترسره شوه او د یو غوره او له قدر نه ډک هوډ په پایله کې د افغانستان د اسلامی دولت لخوا د کابل ولایت د بګرامیو د ولسوالۍ ښوونځی د افغانستان د یو تن نامتو او ګران فرهنګي شخصیت ارواښاد پوهاند عبدالشکور ( رشاد ) په نوم ونومول شو .موږ دغه وړ او منلي ګام ته ځکه خوښ یو چې له یوې خواد افغانستان دولت په کلتوري او روزنیزه برخه کې خپلو ژمنو ته کرار کرار د عمل جامه ور اغوندي او له بلې خوا د بګرامیو د ولسوالۍ خلک د خپل ګران نه هیرېدونکي فرهنګي مشر ارواښاد پوهاند عبدالشکور رشاد په نوم لیسه او ښوونځی کې به خپل بچیان په هغه لاره روان کړي چې د خدای بښلي استاد رشاد هیله وه.موږ د بګرامیو د ولسوالی خلک او ځوانان د دولت له دغه غوره ګام څخه ډېره ډېره قدردانی کوو او هیله لرو چې د هېواد قدرمن استادان ،پوهان ،لیکوال ،څېړونکي او د استاد رشاد محترمه کورنۍ د دغه ښوونځی د لا سمبالښت لپاره د ارواښاد استاد کتابونه،آثار،لیکنې او شعرونه راټول او د دغه ښوونځی کتابتون ته اهدا کړي .
بګرامیوالو مبارک مو شه دغه ویاړ
د استاد رشاد روح دې ښاد وي
په ډېره مینه
محمد یوسف هېواددوست
",بګرامیوالو مبارک مو شه !
2763,,"
چهارشنبه دغبرګولي څلورمه ( خليل الله - کندهار)
دغبرګولي دمياشتي پر دريمه نيټه په خوشبخت سالون كي د شپږ سوه تنه نارينه او ښځينه ښوونكو په ګډون دكندهار دپوهني درياست لخوا دښوونكي نيكمرغه ورځ په پر تمينو مراسمو ولمانځل سوه.
لمړي دپوهني رئيس ښاغلي حيات الله “رفيقي “ پرانيستونكي وينا و كړه وروسته سلاكار وزير او دكندهار والي ښاغلي الحاج ګل اغا شيرزي په دي اړه دغونډي برخوالو ته وينا وكړه ورپسي دپوهني درياست مرستيال ښاغلي عبدالصمد “ خاورين” هم دښوونكو په اړه او دښاغلي والي صاحب دمرستو او همكاريو په اړه خبري وكړي وروسته دلوي كندهار دكلتوري مركې مشر ښاغلي ډاكټر طارق رشاد خپله وينا واوروله په غونډه كي دوينا وو تر څنګ دښوونكي په اړه تمثلي پارچه دكندهار ننداري لخوا وړاندي سوه .
دغونډي په پاي كي ممتازو ښوونكو ته سوغاتونه وركړه سوه او غونډه دكندهار داطلاعاتاو كلتور د رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي و ارزوله .
ښاغلی ډاکټر طارق رشاد
د کندهار د اطلاعاتو کلتور ريس عبدالمجيد بابی
د کندهار د ښووني او روزي ريس حيات الله رفيقي ",په كندهار كي دښوونكي ورځ ولمانځل سوه
2764,خوشنود,"
دښمنان
څومره دميني او الفت دښمنان
څؤمره دزړونودعزت دښمنان
هیڅ ې په زړونوباندې نشته راحم
دادی پیسو اود رشوت مینان
داد روسوم او دکلتورملاتړي
دا د اسلام اوشریعت دښمنان
تل يې عادت وي بيلول دزړونو
دادنفرت او دوحشت پتنګان
خوشنوده ورکه شوه وفادمیني
دادښکلا، انسانیت دښمنان
",دښمنان
2765,هدايت الله هدايت ـ استراليا,"
هدايت الله هدايت ـ استراليا
د ٢٠٠٥م کال د مي پنځه ويشتمه
په نړۍ کې دتروريزم ځپل او ددموکراسۍ صادرول دامريکا ديوازني زبر ځواک هغه د لاري نقشه ده چې ځانته دا حق ورکوي و پرديو هېوادو ته خپلي پښې وغزوي او ټکي ور باندي ورژوي . په واقعيت کې دا دنفتي زيرمو بوي دی چې امريکايان و نورو هېوادو ته کشوي او خپل بال وبستر پکښې غوړوي . خو هر کله چې يې ځانونه ځاي کړل نو بيا په دې هېوادونو کې ددائمي پوځي اډو د جوړېدو خوبونه ويني او درانه يې پکښې اړوي .
امريکا په يوويشتمه پيړۍ کې د هېوادونو سره د متمدنه اوبشردوستانه اړيکو د دود او دستور اساس بيا داشاني کښېښود!
دافغانستان غوندي ټپي او په لوي ﻻس په لانجو کې اخښل سوی هېواد د هغو ډېرو نادرو هېوادو څخه دی چې دامريکا او پخواني شوروي اتحاد د سيمه ايزو کشالوپه چپاو کې قرباني سو او دا ښکلي هېواد يې د بشر دوستۍ تر ښکلو شعارو او بهانو لاندي دخپل مينځي لويې غوښتونو او ايديالوژيکي جګړو د زور آزمايې د ډېرو بدو ناورينونو په ميدان واړاوه . په نتيجه کې يو زبر ځواک وتښتېد اواوس دادی بل زبر ځواک يعني امريکايې بشردوستان زموږ په هېوادو کې په ظاهره د تروريزم سره د مقابلې اويا هم ددموکراسی د خپرېدو په نامه ميشته سول او په دې سيمه کې يې زموږ وطن او ملت د خپلو هدفونو دپلي کېدو دپاره غوره کړی څو د نورو هېوادو پر نفتي زيرمود لاس تېرولو په اميد يو ځل بيا زموږ هېواد د کړکيچ و بهير ته ټيل وهي ، و بلا ته يې سپراو په سرو لمبوکې لاهو کړي .
زموږ د هېواد اوسنی تاريخ چې د درو ورستيو لسيزو ناورين پر ملا مات کړی او دنړيواله ځبر ځواکونو د لويې غوښتنو بازيو په بهير کې په کنډواله اوښتۍ دی، دادی بيا تر خوږ ګوته نيول کيږي او دهمدې بازيو په ډېره خطرناکه لوبه کې را ښکېل کيږي اوګوره چې نوري څه نخشې او ديدنۍ به ﻻپر لاره وي چې د هغوي په خاطر ددايمي پوځي اډو د جوړېدو اړتيا وي ورته ليدل کيږي .
د ځواکمن او د ناتوان، دظالم او د مظلوم، د غالب او دمغلوب سرنوشت تل همداسي راغلی وو او تل همداسي دزمانې جابرانو دداسي هېوادونو ولسونه په وينو کې لمبولي او په ککريو کې يې اوبه چښلي دي . خو تاريخ ښودلې ده چې ډېروداسي پله بينه فرعونانو بيا په آخره کې خپل سرونه هم خوړلي دي ، د امپراتورانو امپراتورۍ يې هم په کنډوالواړولي دي اوتاريخونه يې هم په خپلو ليکلوهديرو او د خلکو په حماسو بدل کړيدي .
نن سبا زموږ په هېواد کې د امريکا ددايمي پوځې اډو خبره په هر ځاي او دنړۍ په هر ګوټ کې دهر وطنپال په ډېرو او مجلسو کې دورځي موضوع ګرځېدلې ده . پر هغه باندي نظرونه څرګنديږي او د خپل وطن په هکله هر يو خپل ملي احساس بيانوي . زموږ دولتي مشران هم په دې اړه دامريکا د دايمي پوځي اډو پر ضرورت باندي داسي خبري کوي چې ګواکي بس همدا يوکار پاتي دی چې هغه هم بايد په ډېره بېړه او چټکۍ سره ان مخکي تر دې چي د خلکو ټاکلی پارلمان وټاکل سي اويا پردې ملي او حياتي مسئلې باندي خبري او ملي پرېکړي وسي، هغه دي ځاي پر ځاي نهايې او غوره وبلل سي! په کابل کې دسپيني ماڼۍ او دپنتاګون سره دداسي استراتژيکو پوځي اړيکو او دايمي اډو د ضرورت خبره په داسي وخت کې را برسيره کيږي چې ډېر څه ﻻپه ابهام کې پاتي دي . ولس ته ﻻ تر اوسه ددې مسئلې ليرليد سم او شفاف نه دی بيان سوی او دا خبره نه ده سپينه سوې چې ددغه دايمي پوځي اډو سناريو به زموږ د هېواد راتلونکې ته څه زيری ورکوي او هغه به چيري بيايې؟
په بهر او دننه کې دوطن ډېر سپيڅلي د نظر خاوندان او ملي خلګ زياتره په دې سوچ کې دي چې زموږ د وطن دغه اوسني ښاغلي مشرانو ته به تر هر څه دمخه دا خبره ښه واي چې يوځلي ډېر ليري نه، بلکه يوازي څو لنډ کلونه شاته تللي واې او زموږ په هېواد کې دشوروي اتحاد دسرو لښکرو و موجوديت ته ، زموږ د هېواد په اړه دامريکا او دپاکستان د ګډو همکاريو او ورانيو دپلانونو و پس منظر ته او دهغوي و پټو او ښکاره وو نيتونوته او په دې ترڅ کې د را تلونکو پرمختياوو او د هېواد وسرنوشت ته په واقعبينانه توګه ځير سوي او دملت رايه يې اخيستي واې . ﻻزمه دا وه چې په دې لړ کې هغوي بيا د خپلو تيرو تجربو، د خپلوتيرو مجاهدتونو اود خپلو تيرو خبرو او کړو ته هم مخ اړولی واي او يو ځلي يې بيا هغه څه ددې ولس تر سترګو تيرکړي واې او زموږ د هېواد دبربادۍ اصلي عوامل يې په ګوته کړي او دهغوي نه يې ﻻزم سبق اخيستی وای . هغوی بايد داخبره هم جوته کړې واې چې زموږ ولس په دې دريو لسيزو کې دخپلو وينو او د خپل هېواد دبربادۍ په بيه چې دا دونه اوږده او غمجنه لاره يې ووهل، دا ولي او دڅه دپاره وه؟ آيا دا ټوله ددې دپاره وه چې د شوروي يرغلګر پوځ وشړل سي او پر ځاې يې بيرته زموږ د پلرونو او نيکونو او زموږ دغازيانواو شهيدانو په وينو شړل سوي يرغلګر انګريزان او ورسره د مځکي پر سر باندي نني فرعونان زموږ وطن ته بيرته راستانه او دايمي يې راته مېشته کړي ؟
زموږ ښاغلي مشران چې نن د دائمي پوځي اډو خبره د امريکايې پوځيانو او واکدارانو سره په يوه خوله او همډوله کلماتو طرحه کوي، يوواري خو دي خپلو تيرو ملي، افغاني ، اسلامي او وطني خبرو ته هم غوږ سي، يوځل خو دي ددې وطن تاريخ او دوطن د ګټو او خپل سټراتژيک او جيوپوليټيک موقعيت ته هم ځير سي چې دا پوځي دايمي اډې به دا هېواد چيري بيايې؟ دې پوښتني ته نه دچا د خوښۍ دپاره بلکي ددې هېواد د خپلواک سرنوشت په خاطر ځواب ورکول په کار دی چې ددې هېواد پاي به دداسي دائمي پوځي اډو په موجوديت او دسيمي په دې ښور ماښور کې کې څه کيږي ؟ زموږ خپلواکي، زموږ ملي هويت، زموږ د هېوادعنعنوي او دوديز ناپيېلی کرکټر، زموږ بډاي افغاني او اسلامي کلتور او زموږ داولادو سرنوشت به د چا په ګرو کې ايښودل کيږي او دهغه راتلونکي به څه وي؟ ايا زموږ مجاهد او خپلواک افغان ولس به ددې پوځي اډو په موجوديت کې به دې هېواد ته ددې نه باد دربسته اشغال ووايې او که بې چون وچرا مرييتوب؟ او که دواړه .
ايا ددې اډو په دايمي توب سره به زموږ د هېواد دنامه سره داشغال دا د طوق لعنت کلمه اوس ښه چسپ پيداکړي او که د پخواني شوروي اتحاد دسرو لښکرو د موجوديت په وخت کې چې هيڅکله يې په ظاهره ددايمي موجوديت خبره نه په خبرو کې او نه په اسنادو کې يادوله ؟
دېته ورته ډېري پوښتني دي چې زموږ ولس يې د خپلو تازه دمه مشرانو نه کوي او دا خبره هم کول غواړي چې هغوي دي يو ځل افغاني فکر وکې نه امريکايې . هغوي دي يو ځل افغاني ګټي و سنجوي نه د امريکايې شرکتونوګټي. هغوي دي دافغانانو خپلواکي اودهغوي د سياسي او اقتصادي استقلال پرنسيپونه اوملي هويت مد نظر ونيسي نه د سپيني ماڼۍ ، پنتاګون او د سي آې اې د حکامو حکمونه . هغوي دي دافغانانو په څېر خبري وکړي او د هغوی د غوښتنو استازيتوب دي وکړي نه د امريکايانو د غوښتنو او استراتژيکو هدفونو. وروسته دي نو بيا و خلګوته و خپل ولس ته چې په خپلو قربانيو اود وينو په ويالو يې شوروی ځواکونه و ځغلاوه مخه کړي او ځواب دي ورکړي چې دشورويانو د سرو لښکرو ځاي دي نو اوس ولي و امريکائي اډو ته پريښودل سي . هغه امريکا چې اوس يې د فرعونيت جوغه پر سر ايښې ده نو دا خو د افغانانو د وينو په بيه ورته ميسره سوه اوس يې نو ولي و غلامی ته بايدسرونه ټيټ سي او ځانونه د هغوي په دائمي پوځې اډو وساتي؟ پاکستان چې د افغانانو د بر بادیو په قيمت اټومي ځواک او د هيوادو په ډله کې حساب سو اوس به ولي د افغانانو د باتور هيوادو خپلواکی او ملي حاکميت ته غاړه نه ږدي او ولي به يې په سوله ايزه ژوند کې خاشې ماتوي او نه به ورته رغيږي . اصلاً دا ﻻ نه ده معلومه چې په دې پوځي اډوکې آيا امريکا يان واقعاً غواړي موږ ته ً سوله راولي او که موپه لوی ﻻس غواړي د خپلو ګټو دپاره يو ځل بيا د خپلو ګاونډيانو پر ضد استعمال کړي ؟
پرون همدغه ښاغلي وه ، همدغه اسلامي عالمان وه او همدغه د اسلام دلاري سرښندويان وه چې د پخواني حاکميت پر چارواکو يې د شورويانو دمزدورانو او ګوډاګيانو ټاپې لګولې ، همدغه ښاغلي وه چې ويل به يې وطن مو دپردو لخوا اشغال سويدی، همدغه ښاغلي وه چې ويل به يې اسلام مو دﻻسه ووت او د کفارو او ملحدينو تر ولکې ﻻندي راغلی دی . همدغه ښاغلي وه چې د خپلواکۍ دپاره يې خولې او جيبونه دواړه خلاص کړي وه او د وطنپالني او خپلواکۍ چيغي يې را پورته کړي وې چې دين و دنيا او وطن مو دﻻسه ووت . نن څه وسوه چې هر څه رنګ بدل کړل . نن خو هماغه آسمان دی ، هماغه مځکه ده او هماغه سړي دي . هماغه امريکا ده او هماغه پاکستان دی او هماغه يې دوه او درې مخونه دي . مګردې ټولوپيښو لا تر اوسه پوري ولي موږ افغانانو ته ﻻزم سبقونه را نکړل سوه ؟
هغه اورونه چې هم شورويانو هم امريکايانو او هم پاکستانيانوزموږ په وطن کې دافغانانو په وسيله د يوه او بل په لمسولو کې را ته بل کړل اوهغه زخمونه چې بيا د خلق دموکراتيک ګوند د رهبرۍ ځيني پېژندل سوي څهرو د شمال د ائيتلاف په جوړلو سره ددې ملت پر بدن باندي پرېښودل او په خپل ملي خيانت سره يې ددې هېواد د يووالي او هستۍ خرمن ته اور واچاوه ، دلته خو نن د ګټو خبره مطرح ده نوڅوک به دا تضمين کوي چې هماغه دشورويانو د وخت پروژه به په راتلونکي کې دا پلا په امريکايې بڼه د امريکايانو لخوا نه تکراريږي؟ څوک به دا تضمين کوي چې داځل به دا امريکانه وي چې د خپلو ګټو دپاره او د خپلو پايپ ﻻينو دغزولو او دهغوي دامنيت د ساتلو د پاره بيا هم ددموکراسی او يا د تروريزم په نامه پر شمال ،جنوب، شرق او يا غرب باندي د خپلو دايمي پوځي اډو دلاري بريدونه نه پيل کوي او موږ ته به نوې ﻻنجې نه خلقوي؟ څوک به دا تضمينوي چې امريکا به په دې ډول دخپلوپوځي اډو عمر دايمي نه، بلکي نه ابدي کوي ؟
که داسي نه وي نو افغانانو خو هميشه دا ويلي دي چې نام رستم به از رستم ، که امريکايان واقعاً غواړی چې موږ افغانان دبهرنيو لاسوهنو نه خوندی وساتی اومرسته را سره وکړي نو ښه به داوي چې په لومړی سر کې زموږ ملی حاکميت ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملی خپلواکی را تضمين کړی . درنه وسله او وسله والي ډلي را خلع اوټولو ګاونډيانو ته په ډاګه کړي چې زموږ په کورنيو چارو کې ښکاره اوپټه لاسوهنه بنده کړي . هغه وخت به نوبيا دپوځي اډو وجوړيدو ته يا اړتيانه پيدا کيږي او که اړتيا هم وه نوهغه به هم لنډ مهاله او د ثبات د تأمين په خاطر وي . داسي فکر کيږي چې که د امريکا لخوا په صداقت سره داسي خبره اوپه نړيواله کچه تضمين ورکړل سي نو بيا به ټول ګاونډيان پر خپل ځای باندي کښېنیي٠خو که امريکايان نور پټ نيتونه اوپلانونه و لري اوپه دې نيتونو اوپلانونو کې خپلي ګټي هره ورځ پراخي او هغه ته دلومړيتوب حق ورکړي او مطلب يې حتمآ دپوځې اډو جوړول وی ، او زموږ ګاونډيان هم لکه څنګه چې ليدل کيږي زموږ په هېواد کې دامريکايانو دپوځيانو ددائمي شتون او اډو سره حساسيتونه ښيې . مداخلې به هغوي کوي خو کارپيټ بمونه به زما پر کلو او بانډو را اوريږي بيا به زما ولس پکښې تباه کيږي ، طبعاًداسې حالت به حتمآ راتلونکی وي چې نه به موږ سمه ورځ وينو اونه به امريکايان ، هغه وخت به دغه پوځې اډې نه افغانانو ته سوله راوړی اونه به په سيمه کې دامريکايانو اوږدمهاله ګټي تأميني کړي .
هر هېواد د خپلو ګټو او نورمال پر مختګ دپاره و سولي ته اړتيالري او دا اړتيا په لومړي سرکې د خپلو ګاونډيانو سره دنورمال، دوستانه او متقابل چلند کي منعکس کيږي . هيڅ يو هيواد نسي کولاي د خپلو ګاونډيانو سره دلړزاني دوستۍ مزي دنور ځبر ځواکونو په پوځې مرستو او پکټوکي تأمين او يا ټينګي کړي . نن زموږ هېواد د ټولو هېوادو سره او په خاص ډول د نړی زبر ځواک متحده ايالاتو ودوستۍ او مرستي ته اړ دی . دا ځکه چې د يوه زبر اقتصادي، پوځي،صنعتي او متمدن هېواد په حيث د امريکا د متحده ايالاتو سره د افغانانو ستراتيژيکه دوستي به شايد زموږ د ملي ګټو سره سمون وخوري . افغانان واقعاً بايد نور داسي تلاښ ونکړي چې دهيوادونو ددوستۍ څخه ځان تجريد او د هغوي د مرستو نه ځان محروم کړي خو افغانان هميشه پر دې خبري تأکيد کوي چې داستراتژيکي دوستۍ معني بايد استراتژيک پوځي اشغال نه وي . وطنپالنه بايد دا هم نه وي چې په ټوله نړۍ کې خپل هېواد منحل کړي! زموږ په هېواد کې زموږ د خاص جيو پوليټيک موقعيت په خاطر دداسي پوځي استراتژيکو اډو د موجوديت څخه د غالبوزو ځاله جوړېداې سي چې نه يوازي به زموږ د هېواد راتلونکي سوله او ثبات د ستر ګواښ سره مخامخ کړي بلکي د يوه واحد هېواد په حيث به زموږ موجوديت هم په خطر کې را واچوي . نړيواله ټولنه خو په رشتيا هم د افغان مظلوم ولس پوروړې ده چې د هغوي د ګټود ساتلواو سياليو په خاطر يې زموږ هست ونيست را بر باد او زموږ خاوره يې زموږ د وطن د بچيانو په وينو سره کړل . اوس دا د هغوي وجداني او اخلاقي او بشري دنده ده چې زموږ د خلکو سره پراخه مالي ، اقتصادي او تخنيکي مرستي وکړي او وطن مو را ته بيرته جوړ کړي . زموږ خلګ دامريکا سره دوستي او دهغوي هر اړخيزه مرسته ځانته هم يو حياتي ضرورت او هم د هغوي اخلاقي دنده بولي چې زموږ څخه يې و نه سپموي .
حالات داښيې چې په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې زياتره د افغانانو پر ځاي دامريکا په ګټه دي او هغه هم دمرکزي آسياد هيوادونو د تيلو د زيرمو د ﻻسته راوړلو په خاطر . نوکله چې خبره داسي وي کوم ګاونډی هېواد به دافغانانو په څير دومره ساده کيږي چې ددوستۍ په نامه دي تر خپلوملي ګټو تېرسي ؟ کوم ګاونډی هېواد به و دې ته حاضريږي چې امريکايانو ته دي په افغانستان کې د امريکايې پوځي اډو په زور د خپلو نفتي زيرمو نلونه خلاص پرېږدي او اختيار دي يې و پردويو ته ورکې ؟ ددې وېري اټکل سته چې پردې کار به ضرور يو بل ډېر جدي تاو تريخوالی او تر پخوا ډېره لويه سيمه ايزه لانجه را پورته کيږي . هغه و خت به بيا هم افغانستان ددې لانجې ګرم ميدان وي او ټوله ګاونډيان به يوځل بيا، خو داپلا به د امريکايانو سره زموږ په خاوره کې په سرشکونی اخته کيږي . هغه وخت به نه دا استراتژيکه دوستي وي چې د دايمي اودرواغجني سولي انځورونه را ښکاره کوي او نه به هم په سيمه کې د امريکايانو داشاني ګردن شخي وي چې په هېوادونو کې دي دامنيت دټينګولو د ماموريت افسانوي وعدې را وړاندي کوي . کوم څه چې نن د افغانانو د اندېښنې باعث ګرځېدلي دي هغه د امريکايانو لخوا په دې ﻻنجه کې زموږ دهېواد د پښې بيا را کشول دي چې ډېر مخرب عواقب به ولري او د امريکا يانو دپوځې اډوسره به مو يوځاي خاوري پر سر کړي .
ډېر په دې باور دي چې دافغانانو په خاوره کې دامريکا دداسي دايمي پوځي اډو شتون افغانانو ته سوکالی نسي راوړلاي ، د هغوي اوږدمهالي ګټي نسي تأمينوﻻي . په هېواد کې دايمي سوله نسي ټينګولاې . داځکه چې د افغانستان په خاوره کې دامريکا پوځي دايمي اډې دسيمي هېوادو ته او په ځانګړي توګه ګاونډيو هېوادونو ته چې امريکايان هلته خپلي ګټي ويني، بر اعلا د جګړي د سورنا ږغول اوپه زوره پر دې هېوادونو باندي دامريکا د شرايطو منل دي . څرنګه چې ددې هېوادونو لانجې پخپله امريکايانو زېږولي دي او په وروستي تحليل کې به يې پخپله امريکايان و دې ته اړ کيږي چې ﻻس ځيني واخلي . نودا ضرورت را پيدا کيږي چې ددې سيمي د هيوادو سرنوشت او ګټي به پخپله ددې سيمي ولسونه ټاکي او دديموکراسۍ اصول به هم ددې ځاي دولسونو د غوښتنو، دهغوي د دودونو او ارزښتونو پر اساس پلي کيږي نه داچي نسخې به يې دواشنګټنه څخه را صادريږي او هغه به هم د پوځې اډو په زورپردې هېوادونو پلي کيږي .
ددې سيمي د هېوادونو د ټولو لانجو د حل و ﻻري ته د يوه نوي ځواکمن او خپلواکه ملګروملتو د سازمان دتشکل دپريکړو او د هغوي د ګڼ ميلتيزو ځواکونو و ګډ عمل ته اړتيا ليدل کيږي . داسي دملګرو ملتونو سازمان چې د پريکړو تر شا يې د اسرائيلو او امريکايانو ﻻس نه وي بلکه مستقل اوکارنده دهېوادونو د استازو د ډله ايزي پريکړو په نتيجه کې عمل وکړاي سي . ددې نه بغير د مينځني آسيا د تيلو په زيرمو ډک هېوادونه به هيڅکله داسي آسانه ودې خبري ته حاضره نسي چې امريکايان دي په افغانستان کې د خپلو پوځي دايمي اډو دﻻري ددوې د زيرمو ز بېښاک شروع اوخپل پخوانی ستراتژيک آرمان دي ددې نفتي زيرمو د وړيا لاندي کولو دپاره تر سره کړي .
البته دا ددې پروسې هغه منفي اړخونه وه چې ياد سول خو مثبت څه به هم ضرور ولري چې هغه هم په ګوته سوي دي . خو زه پر دې بېرېږم چې مثبت تأثيرات به يې ډېر چټک او يا دا چې د اوږد مهاله ښېګڼوپه کتار کې به يې دوړتيا اندازه ډېره سپکه وي . يو هيواد چې د سياسي، اقتصادي او ملي خپلواکي نه محروم سي ، دنورو په پيسو د نورو په غوښتنه او دنورو په ډيکټو حرکت وکړي، دنورو په پوځي اډو ځان وساتي او د تل دپاره يې په هيواد کي ځای پر ځای وي، د خپلي راتلونکي دپاره خپل اختيار ونلري ،دپاکستان غوندي ګاونډي هېوادونه يې و يوې نوې تخريبي سيالۍ ته را کش سوې وي اويو ه او بل ته هميشه ﻻس پر ماشه ناست وي . داسي هيواد چې بيا افغاني سرکښه کرکټر هم ولري نو په داسي هېواد کې دپوځې اډو نا څرګنده شتوالۍ د راتلونکي په هکله ډېري اندېښنې ايجادوﻻي سي . زموږ په وطن کې د پرديو د ځواکونو د نوک په ځايلو سره ډېر داسي څه سته چې د سوک په ځايدو دي ختم سي او دا هغه سرمايه ګذاري ده چې د امريکا غوندي يرغلګر ځواک يې د خپلي راتلونکي دپاره په نظر کې لري .
",دپوځي اډو بد شګون
2766,,"
پنجشنبه د غبرګولي پنځمه ( ميرويس - کابل )
د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کي یو ستره پارلماني میلمستیا تر سره شوه
له نوموړی ولایت نه یوې موثقي دولتي سرچینې چه نې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل د تیري یکشنبه په ورځ د زرمت ولسوالی نه پارلمان ته کاندید عبدالحکیم (منیب) چه د طالبانو د حکومت پر مهال یې د سرحداتو وزارت د اداري مرستیال دنده پرغاړه درلوده د نوموړي ولایت والي حکیم تڼيوال د یوناما دفتر لورپورو کارکونکو او نورو ولایتي چارواکو ته په خپل کور کي د غرمې بلنه ورکړه چي د سرچینې په حواله چارواکو ته یې دا په ډاګه کړه چه دی د خلکو ستر ملاتړ لری .
بله خواه د نوموړی ولایت نه 5 پارلماني چوکیو ته کاندیدان نارینه او ښځي په دې ویره کي دي چه گواکي بیا به د دوی حقوق په ټاکنو کي تر پښو لاندي شي او د کاندیدانو په وینا تکل لري چه په راتلونکو نژدې ورځو کي به پلازمینه کابل ته ځي او د یوناما دفتر په چارواکو سر بیره به د تاکنو د گډ دفتر له مسولینو سره هم پدې اړه خبري اتري وکړي .
",په پکتيا کي پارلماني مېلمستيا
2767,,"
پنجشنبه دغبرګولي پنځمه ( ميرويس - کابل )
دافغان نوي جوړ شوي ملي پوځ د سرتېرو د واکسنيولو لړۍ پيل شوه .
په دې لړۍ کي چه د روان میلادي کال د می د میاشتی په 19 پیل شوه 185 تنه د افغان ملی پوځ سرتیری د کابل د پوځي زده کړي د اکاډمۍ په کلینیک کي واکسین شوي دي .
د افغان چارواکو په وینا د سرتېرو د واکسین دا پروگرام له ډيري مودې راهیسي لمری حل دی چه په دوی باندي تطبیق کیږي او ده دوی دا گام به د سرتیرو د لا سي روغتیا په موخه ډير اغیزمن توب ولري .
",د نوي ملي پوځ سرتيري واکسين شول
2768,,"
غاټول ادبي ټولنه په پكتيكا ولايت كې نوې پرانيستل شوې يوه خپلواكه او ناپېيلې ټولنه ده چې تر اوسه پورې ۴۲ غړي لري. دا ټولنه د وري پر ۱۸اتلسمه نېټه جوړه شوه، هره جمعه مشاعرې او ادبي غونډې سره كوي.
مشر يې محمد نبي حقپرست دى، ده وويل چې دا ټولنه غواړي چې په پكتيكا ولايت كې ادبياتو، هنر او كلتور ته وده وركړي.
دې ټولنې د ښاغلي حقپرست يو شعري غونډ (اوښكه) چاپ ته تيار كړى دى.
",غاټول ادبي ټولنه- پكتيكا
2769,امر الله هلال - خوست,"
غزل
دوه مین شي غېږ په غېږ وصال يې بو لي
پر سپين مخ چې شين ښکاره شي خال يې بولي
کيفيت چې ور بخښي په سترګوزړه ته
نور به څه وي خا مخاجمال يې بولي
دمينوزړوتر منځ چې غمازي کا
داکه پير وي يازاهد دجال يې بولي
داسې وايي دجانان په چم کې اوسي
نوم يې شته خو بس هلال هلال يې بولي
",غزل
2770,,"
پنجشنبه دغبرګولي پنځمه ( ميرويس جلالزی ) کابل
د افغانستان شمال بغلان کي د ولایتي بیا رغوني ټیم موتر وچاودید .
له سیمي نه رارسیدلي رپوتونه وایي چاودنه نن سهار هغه مهال رامنځ ته شوه چي د ولایتي بیا رغوني ټيم د سرتیرو د سپرلۍ موټر د نوموړي ولایت د فابریکه او نوی بغلان تر منځ په لویه لاره په ماین وخوت او وچاودید چه د چارواکو په وینا د ولایتي بیارغونی دوه سرتیری پکي سخت تپیان شوي دي .
د نوموړي ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکو ویلي ماین د ریموت کنترول په ډول و ، او زياتوي چي د چاودني په تور شپږ کسان نيول شوي دي .
",د بغلان د ماين په چاودنه کسان ژوبل سوه
2771,انجنير ذکريا هالنډ,"
انجنير ذکريا هالنډ
۲۶/۰۵/۲۰۰۵
لکه څنګه ،چي درنو لوستونکو ته څرګنده ده، يو شمير کسانو د امريکا دمتحدو ايالتونو سره د اوږدمهاله ستراتيژيکي همکاريو او په افغانستان کي د هغه هيواد د پوځي اډود جوړولوپه اړه ځيني انديښنې څرګندي کړي وي او ځينو بيا ددې نه ويره لرله ،چي ددغو ګډو همکاريو نه به ايران، روسيی او يا نورو هيوادونو ته زيان ورسيږي .دغه کسان په دې اړه دومره مخ ته تلل ،چي آن د خپلو ملي کټو په هکله ئې فکر هم نه کاوه او يو شمير کسان خو لا داسي هم وؤ ،چي پخوا ئې د پاکستان سره په زغرده ددښمنۍ نارې وهلې او هغه ته ئې د يوه لاسوهونکي او دښمن هيواد خطاب کاوه ،خو ددې همکاريو په هکله د موافقت ليکنو او تړونونود لاسليک کولو په وخت ئې بيا د پاکستان ګټي هم ور پياد سوې . خو يوشمير داسي کسان هم وؤ ،چي واقعاْ د وطنپالني ژور احساس ئې لرئ او په دې انديښنه کي وؤ ، چي خدای مکړه دغه همکاري او تړونونه به زموږ ملي ګټو ته تاوان ورسوي او خپلواکي به مو تر پوښتني لاندي راسي . مخکي له دې نه ،چي دغه پوښتني ته ځواب ووايم ، چي آيا د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان ګډي اعلاميې د ځينو خلګو پوښتنو ته ځواب ووايه که نه ،ودې خبري ته راځم ،چي د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي او حکومت ئې کوم اهداف مخي ته ايښي وه او آيا دغي اعلاميې هغوئ ته ځواب موندلی دی که نه ؟ ددې اعلاميې د لاسليک نه مخکي لکه څنګه ،چي مخکي هم وويل سول ،د یو شمیر خلګو سره دا انديښنه موجوده وه ،چی دا ستراتیژیکي همکاري به ګاونډیانو ته زیان ورسوي،ځینو بیا داسي انګیرله ،چی د امریکا متحد ایالتونه افغانستان ته یوازي د خپلو لنډ مهاله ګټو لپاره راغلي دي او دتیر ځل په شان یعني د افغانستان نه د شوروي د اشغالګر پوځی ځواکونو د وتلو نه وروسته ،به افغانستان ته بیاشا کړي او هغه د چا خبره موږ به پر وچ ډاګ پریږدي . خو ځینو بیا دا اندیښنې لرلې ،چي امریکایان خو راغلي دي ،چي خپلو مخو ته و رسیږي ،نور نو د افغانستان په بیا رغونه ،ددموکراسي په پلي کیدو ،مرکزي حاکمیت د پراختیا او مدني ټولنی د جوړولو سره هیڅ لیوالتیا نه لری ، ځکه نو دا زموږ په ګټه نه دی . اوس به دا خبره وڅیړو ،چي هغه اهداف ،کوم چي د امریکا متحدو ایالتونو ته د سفر نه وړاندي مخ ته ایښودل سوي وه ،تر کومه کچي تر لاسه سویدي . همداراز دې ته به هم کتنه وکړو ،چي د خلګو اندیښنو ته ترکومه ځایه ځواب ور کړل سویدی ؟ ښاغلي کرزي په خپلو ویناوؤ کي ویلي وه ،چي موږ د امریکا د متحدو ایالتونو سره ستراتیژیکي همکاری غواړو. ددې همکاریو نه زموږ موخه داده ،چي افغانستان د اقتصادي لحاظه په پښو و دریږي ،خلګ ارامه او سوکاله ژوند ولري ،په هیواد کي ټیکاو راسي ،د بهرنیو هیوادونو دلاسوهنو نه په امان کي سواو دغه همکاری به بل کوم هیواد ته زیان نه رسوي. .ده پر دې خورا ډیر ټیګار کاوه ،چی زموږ موخه د ستراتیژیکي اړیکو نه دا نه ده ،چی دپوځي اډو لپاره د مځکو د کرایه ورکولو له لاري یو څو پیسې تر لاسه کړو ،بلکی اصلي موخه مو داده ،چی ددغو ستراتیژیکي همکاریو له برکته موږ و کړای سو په خپل هیواد کي ټیکاو راولو او د پرمختګ او تمدن په لور پراخ ګامونه اوچت کړو . بله موخه دا وه ،چی کله کله ځیني بې ګناه افغانان د امریکائي پوځیانو د عملياتو په وخت کي دناسمو مالوماتو له مخي، ځورول کیږي ، نو ددې مخه باید ونیول سي اوپه دې هکله هم باید توافق تر لاسه سي ، چي نور به امریکائي پوځیان خپل عملیات د افغانستان د ملي اردو او امنیت سره هم غاړي کوي او نور باید بې ګناه خلګ ونه ځورول سي . دغه رازیوه بله موخه داهم وه ،چي هغه افغاني زندانیان ،چي د افغانستان په دننه او یا د ګوانتانامو په ټاپو کي په امریکائي زندانونو کي بندیان دي ،باید افغاني اړوندو چارواکو ته وسپارل سي . له هر څه نه لومړۍ غواړم ووایم و،چي د امریکا دمتحدو ایالتونو سره تړون نه بلکی ګډه اعلامیه لاسلیک سوېده .او په هغه کي ویل سویدي ،چي د اړوندو مسئلو په هکله به بیل توافق لیکونه لاسلیک کیږي . اوس زه غواړم لومړۍ ددغه ګډي اعلامیې ځیني ارزښتناکه ټکو ته ګوته ونیسم اوپه ترځ کي ئې اندیښنو ته هم ځواب ووایم .البته زما منظور دا نه دی ،چی ټوله اعلامیه بلکی یوازی ډیر ارزښتناکه ځایونه ئې دلته رانقل کړم . د ګډي اعلامیې په یوه برخه کي راغلي دي :دغه همکاری به د یو شمیر کیلي ایزو اصولو یعني د قانون د حاکمیت لپاره ژمن توب ،د بشر د حقونو او بې له قومي یا جنسي تعلقاتو د په نظر کي نیولونه د ټولو افرادو د مدني آذادیواو دموکراتیک حاکمیت نه ملاتړ او پر آذاد بازار اتکا د افغانستان د اقتصادي ودي تر ټولو ښه روش پر بنسټ، ټینګه ولاړه وي . داد هغو خلګو اندیښنو ته ځواب وائي ،کوم چی په دا ورستیو وختونوکي د بي بي سي د راډیو له لاري څرګندولې ،چي ګواکي د امریکا متحد ایالتونه د یوه قوم او یا یوه ګروپ نه ملاتړ کوي اصلاْ د امریکا متحد ایالتونه ،اروپائي اتحادیه او د ملګروملتونود سازمان استازۍ یوازي د بن د توافقاتو په چوکاټ کي ددې وظیفه لرله ،چي د افغانستان ددرې ګونویعني اجرائیه ،قضائیه او مقننه قواؤ تر بشپړیدو پوري د افغانستان سره مرسته وکړي ،نو طبعي خبره ده ،چي دوی به کله کله د افغانستان په ځینو چارو کي همکاري کوله .د پارلمان په جوړیدو سره دبن توافقات سرته رسیږي او نور نو نه د امریکا متحد ایالتونه او نه هم اروپائی اتحادیه او نه هم د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازۍ نسي کولای د افغانستان په چارو کي لاسوهنه وکړي .دا یوازي او یوازي د افغانانو کار دی ،چی خپل پرابلمونه په قانوني ،متمدن او سوله ایز ډول خپله حل کړي .زما په آند یوازي به په هغه صورت کي بهرنیان په افغاني پرابلمونو کي مداخله وکړي ،چي خبره د قانوني ،متمدن او سوله ایز چوکاټ نه ووزي . د اعلامیې په بله برخه کي داسي لولو:ددغو ستراتیژیکو همکاریو لومړۍ موخه به دافغانستان د اوږد مهاله امنیت ،ډموکراسۍاو سوکالۍ د تاءمین په خاطر د امریکا د متحدو ایالتونو او افغانستان تر مینځ د اړیکو غښتلي کیده وي .که دي برخي ته په دقت وکتل سي نو درې ډیر ارزښتناکه ټکي یعني اوږدمهاله امنیت ، دموکراسي او سوکالي پر تاءمین ټینګار سویدی ،چي افغانستان په اوسني وخت کي سخته اړتیا ورته لري او د هغو خلګو اندیښنو ته ئې ځواب ویلې دی ،چي فکر کوي ،چي امریکا به بیا ډیر ژر ،بیله دې چي افغانستان په اقتصادي ،پوځي او سیاسي لحاظ پر خپلو پښو ودریږي ،زموږ نه لاس واخلي . په یوه بله برخه کی بیا داسي راغلي دي : دغه همکاري باید د افغانستان او ګاونډیانو تر مینځ ګټوري اړیکي غښتلي کړي او دغه ستراتیژیکي همکاری د بل هیڅ یوه دریم هیواد پر ضد نه دي .زما په آنددهغو خلګو اندیښنې هم باید لیري سوي وي ،کوم چي ویل به ئې ،چي دغه ستراتیژیکي همکاري زموږ ګاونډیو هیوادونو ته زیان پیښوي .دلته خو تضمین سوي دي ،چي د امریکا او افغانستان اړیکي به بل کوم هیواد ته زیان ونه رسوي . په بل ځای کی بیا داسي لولو : د منځنۍ او سهیلي اسیا تر مینځ د پل په توګه د افغانستان د تاریخي رول د بیا را ژوندي کیدو د نوښت نه ملاتړ او دسیمه ایزو سیالیو نه و اقتصادي او سیاسي همکاریو ته د اړیکو لوړول .دلته خو په بشپړه توګه د افغانستان د سوله ایز رول پر نوښت خبري کیږي او د هغه نه ملا تړ سویدی ، چي دا هرومرو د افغانستان د اقتصادي ودي سره مرسته وکړي او په سیمه کي د هغه سیاسي رول او ارزښت لوړ بوزي . دغه راز په اعلامیه کی راغلي دي ،چي : د افغانستان او دهغه د ګاونډیانو تر مینځ د همکاریو غښتلتیا او ددغه هیواد په کورنیو چارو کي د لاس وهني مخنیوی .نور نو هیڅ هیواد دې ته زړه نه ښه کوي ،چي زموږ په کورنیو چارو کي لاسوهنه وکړي .که نه نو نه یوازي به د افغانستان سره بلکي د امریکا دمتحدو ایالتونو سره به هم مخامخ وي . په یوه بله برخه کي داسي لولو: د سیمه ایز او نړیوال اقتصاد او اړوندو نړیوالو سازمانونو ته دافغانستان د بیا ستنیدو سره مرسته او ملاتړ . یعني دافغانستان هغه نړیوالي اقتصادي اړیکي ،چي په تیرو ۲۵کلنو کي له مینځه تللي وي ، بیا راژوندی کیږي ،چي دغه کار هم د افغانستان د نړی وال حیثیت او اقتصادي ودي لپاره ډیر ارزښتناکه دی .دغه راز د افغانستان د اقتصادي ودي د چټکتیا په منظور په بله برخه کي داسي ویل کیږي : په هغو برخو کي ،چي په افغانستان کي د افغاني شرکتونو او خصوصي برخي ودي ته چټکتیا ورکوي ،د امریکا د تصدیو د حضور لپاره تشویق او د اسانتیاوؤ برابرول .په دې توګه به امریکائي موسسې په افغانستان کي پانګه اچونه وکړي ، چي بهرنۍ پانګه اچونه د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري ،او دا به د افغانستان د اقتصادي ودي لپاره یو غښتلۍ لوکوموتیف وي . په بل ځای کي لولو :د افغانستان د بیا رغوني او د افغانستان د بشري قواؤ د پرمختګ لپاره د ملاتړ دوام او په دې لاره کي د نورو هیوادونو تشویق . یعني امریکا به نه یوازي دخپل هیواد مؤسسې او شرکتونه پانګي اچوني ته هڅوي ،بلکې د نورو هیوادونو پانګه وال به هم دې ته تشوقوي ،چي په افغانستان کي پانګه اچونه وکړي .زما په ګمان دا کار ډیر ممکن ځکه دی ،چي پانګه وال هر وخت ددوؤ شیانو د شتون په صورت کي پانګه اچوني ته ډیر لیوال وي ، چي یو ئې امنیت او بل ئې د پانګي اچوني قانوني دفاع ده .دغه دواړه کاره د امریکا دمتحدو ایالتونو په تضمین ممکن دي . وړاندي د امنیت په اړه لولو :په هغه صورت کي ،چي د افغانستان په باور د هغه هیواد د ځمکنې بشپړتیا ،خپلواکي او امنیت د ګواښ او خطر سره مخامخ سوي وي ،مشوره او ګډو اړینو پریکړو کول . د افغانستان ددولت سره د امنیت په برخه کی مرسته کول . د مخدره توکو پر ضد دافغانستان ددولت د کړنلاري ځخه د ائتلاف د مرستي ملاتړ . دپورتنیویادوسوؤ خبرو نه داسي څرګندیږي ،چي د افغانستان د امنیت ټولوبرخو ته پاملرنه سویده . هدارنګه د ګډي اعلامیې په یوه بله برخه کی راغلي دي ،چي :د افغانستان دولت ددې غوښتونکی دی ،چي ددغه هیواد هغه زندانیانو ،کوم چي د توریزم پر ضد د جګړې په لړ کي نیول سویدي ، ساتنه پر خپله غاړه واخلي . دا هغه مسئله ده ،چي په راډیو ګانو کي د یو شمیر کسانو لخوا په ډیر آب او تاب مطرح کیږي او زیاتره ئې هغه خلګ مطرح کوي ،کومو چي په ۲۰۰۱ کال کي د امریکائي ځواکونو نه غوښتل ،چي پر دې خلګو نور هم ډیر بمونه وغورځوي ،خو نن د صداقت له مخي نه ، بلکې د خلګو د غولولو په موخه د هغوئ د خلاصیدو غوښتونکي دي ،خو کوم کسان چي خلاص سویدی ، دهغوله امله پر دولت نیوکي کوي .یعني ددوی هدف اصلاح نه بلکې د هر وخت په شان تخریب دی .البته زما منظور د ټولو هغو کسانو نه نه دی ،کوم چي افغانستان ته د افغاني زندانیانو بیرته راستنول غواړي ،بلکی زما منظور د یو شمیر مغرضو کسانو نه دی . د ګډي اعلامیې په بله برخه کي داسي راغلي دي :د افغانستان د ځواکونو په همکاری سره د تروریزم ضد عملیاتو د مخ ته بیولو دوام..یعني دغه دخلګو د بیځایه ځورونو د مخنیوي په هکله هم تدابیر په نظر کي نیول سوي . دغه رازد امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئس جورج بوش دا هم وویل ،چی تر اوسه پوری په افغانستان کي د زندانونو د سمو شرایطو د نه شتون له امله به د زندانیانو سره عمومي مراحلو د تیریدو نه وروسته دغه زندانیان افغانستان دولت ته سپارل کیږي . زما په آند هغه اهداف ،چی د ښاغلی کرزي د سفر نه مخکي ایښول سوي وه، تر سره سویدي ",آياګډي اعلاميې د ځينو کسانو انديښنو ته ځواب ووايه ؟
2772,,"
پنجشنبه دغبرګولي پنځمه ( ميرويس جلالزی ) کابل
له سیمي نه رارسیدلي رپوټونه وایې چاودنه نن سهار هغه مهال رامنځ ته شوه چه د ولایتي بیا رغوني ټیم د سرتیرو د سپرلۍ موټر د نوموړی ولایت د فابریکه او نوی بغلان تر منځ په لویه لاره په ماین وخوت او وچاودید چه د چارواکو په وینا د ولایتی بیارغونی دوه سرتیری پکي سخت ټپیان شوي دي .
د نوموړی ولایت د امنیه قومندانی چارواکو ویلي ماین د ریموټ کنټرول ډوله و او د چاودني په تور 7 تنه مشکوک کسان هم نیول شوي دي
",د افغانستان شمال بغلان کي د ولایتي بیا رغوني د تیم موټر وچاودید
2773,,"
ایران اواروپایی اتحادیه به دجولای دمیاشتي په پای کي ددې هیواد داټومي پروگرام په سرخبري له سره پیل کړي . اروپایي اتحادیه وایي داخبري به په ایران کي ترولسمشری ټاکنووروسته چي له وړاندوینوسره سم به دجولای په اولسمه ترسره شي پیل کیږی . دبرتانې دبهرنیوچارووزیر جک سټرا پرون دسویس دجینواپه ښارکی له خپلو جرمني اوفرانسوي سیالانواودایران داټومی پروگرام له مشرمرکچي حسن روحاني سره ترخبرو وروسته وویل اروپایي ټلواله د اټومي وسلودنه خپریدو دتړون په چوکاټ کي دسوله ایز اټومی پروگرام درلودل دایران رسمي اوقانوني حق بولي بله خوا ایران ژمنه کړې چي دیورانیمودغني کولوپه خپلوپروگرامونوباندي خپل لگیدلي بندیزونه به جاري ساتي اوکله به داټومي وسلودتولید هڅه نه کوي
",ایران اواروپایی اتحادیه به ددې هیواد داټومي پروگرام په سرخبري له سره پیل کړي
2774,,"
ده دامریکاد یوماها په ایالت کي دیوې افتخاري ډکټورا تراخیستلو وروسته وویل که ځه هم افغانستان درې لسیزي جگړې تیري کړي خوبیا هم پرمختگونه شوي ، ده په افغانستان کی دجمهوری ریاست له تیرواوپه راتلونکودریومیاشتوکي یې دپارلماني انتخاباتوپه ترسره کیدل دخپل څه باندی څلورکلن حکومت بریاوي وبللي . افغان ولس مشرحامدکرزی امریکاته دخپل سفرپه لړکي ددې هیوادیوه سترکزنیز ایالت نبراسکاته ولاړ ښاغلی کرزی په نبراسکاکي دامریکادافت هوایي ځواک سره ولیدل اوپدې چي افغانستان یې بیرته افغانانوته وسپاره مننه ورنه وکړه ورسته بیا ددې ایالت په شمال ختیزکي پراته دویست پواینت ښارته ولاړاوهلته یي دخوراکي موادوله یوې کارخانې اویوه سمیزفارم څخه لیدنه وکړه . ویست پواینت ته دولس مشرکرزي دبللو موخه داوه ترڅو چی دده خپل هیواد له پوځي اواقتصادي کړکیچونوسره مخ دی اوپه نړی کي داپیموزیاته برخه جوړوي ووینی چي څنگه د دی دریینم زره کسیزښارخلک دساسچ جوړولو ،دغوښی دبسته بندي فابریکي ، سپکه سوداگري چلوي جوارکري اودامریکایی غواوو ستري گلې ساتي
",حامدکرزي وایي : دیوه باثباته اوپیاوړی حکومت بڼسټ یې ایښې
2775,وحيد سپين غر – كابل,"
وحيد سپين غر – كابل
دغبرګولي دريمه
سوله اوامن ديوي ستري اړتيا په توګه زموږ دولس اوهيوادله لومړيتوبونوڅخه ګڼل كيږي، موږ يوازي دسولي اوامن په فضاكي كولاي شوچي د دوولسيزودجنګ جګړووراني ويجاړي ورغوو ،اودهيواد داقتصادي پياوړتيا لپاره غښتلي اواغيزمن ګامونه اوچت كړو .دبن دتاريخي غونډي نه وروسته ،موږ دنړيوالوپه مالي اونظامي مرسته وتوانيدوترڅو په هيوادكي د نسبي امن فضا ټينګه او دخپل جګړه ځپلي هيوادلپاره ديوي قانوني او ولسواكي ټولني دجوړيدوبنسټونه كښيږدو،زموږ هيواد ددريو څلوروكلونوپه موده كي دپرمختيا په لاره روان شوي، اوپه دي لنډه موده كي دټولنيز،اقتصادي ،اوسياسي ژوندپه بيلابيلوبرخوكي داسي نوښتونه اوبدلونونه رامنځته شوي اويا دبدلونونودراتګ لپاره داسي مناسبي زميني اوامكانات برابرشوي چي په پخوانيووختونو كي يي مثال نه دي ليدل شوي . كه له حقه تيرنشوددي ټولوبدلونوروښانه لامل دنړيوالواقتصادي اونظامي مرستي دي چي موږ ته يي داسي شرايط برابركړي ترڅود اقتصادي اوټولنيزي پرمختيا په لوري رغنده اودپاملرني وړګامونه اوچت كړو،كه څه هم دپياوړي اقتصادي پيشرفت اوپرمختيا لپاره لاډيره اوږده اوستونزمنه لاره پاتي ده خودااوس موږ دپرمختيا او ابادي رغنده سفر پيل كړي اودهري ورځي په تيريدوسره نوي اودپاملرني وړلاس ته راوړني ترسترګوكيږي اوهرچيرته دابادي اوبيا رغوني كارونه مخ په وړاندي روان دي . كه چيرته په هيوادكي ډاډمن امن اوسوله نه وي نوداقتصادي رغوني اوابادي كارونه به هم په ټپه ودريږي اودعمومي سوكالي اوسمسورتيا لپاره چي كوم پروګرامونه اوپروژي ترلاس لاندي دي هغه بهيربه هم له ډيروكلكو خنډونوسره مخ شي ځكه خوسوله اوډاډمن امن هغه مهم اوجوړونكي فكتورونه دي چي زموږ په هيوادكي داساسي بيا رغوني اوراتلونكي پرمختيا لپاره يي ديوه عمده ضامن په توګه يادولي شو. په هيوادكي دنوي بدلونونوپه راتګ سره دژوندپه بيلابيلوبرخوكي چي كومي لاسته راوړني ترسترګوكيږي ،ټولي دسولي اوډاډمن امن له بركته ترسره شوي دي ټولو هيوادوالوته څرګنده ده چي دطالبانودسقوط نه وروسته زموږ هيوادپه داسي يوه ځورونكي حالت كي وو،چي نه يي پوځ اوملي اردو لرله اونه هم منظم ملي پوليس موجودوو، دهيوادټول اقتصادي تاسيسات دړي وړي شوي وو،ددولت اوحكومت ستركچر اوتشكيلات دكورنيوجګړو اودطالبانودواكمني په موده كي په بشپړه توګه له منځه تللي وو ،خواوس دادي ګوروچي هرڅه جوړشوي اويا دجوړيدوپه حال كي دي دحكومت د اداري تشكيلاتو دتنظيم اواصلاحاتوپروسه په چټكي روانه ده اوداسي پتيل شوي ترڅويوه كارنده اوموثره حكومتي اداره رامنځته شي چي له يوي خوادهيوا دوالو لپاره دګټوركارمصدروګرځي اوله بله پلوه دهيوادپه بيا رغونه كي خپل موثراوګټوررول ترسره كړي ،دغه رازدهيوادپه اقتصادي ،ټولنيزواوسياسي برخوكي دپاملرني وړبدلونونه رامنځته شوي چي داټول د اوسني نسبي امن اوډاډمني فضا ګټه اوثمره ده . په هيوادكي د ولس له لوري دټاكل شوي ولسمشر اودنوي حكومت په راتګ سره زموږ دهيوادوالو غوښتني نوري هم زياتي شوي اوله خپل ټاكلي ولسمشر اونوي حكومت نه دزياتوكارونودترسره كولوهيله لري ،دغه راز ټاكل شوي ولسمشر اونوي حكومت هم ولس ته دډيروكارونودترسره كولووعدي وركړي چي بايد ددغوپنځو كلونو په بهيركي يي ترسره كړي ،په داسي حال كي چي زموږ هيوادددوه نيمولسيزو جنګ جګړوپه موده كي دومره وران اوويجاړشوي چي دهيوادهره برخه اوهرسكتور اساسي اوبنسټيزي ابادي اوبيا رغوني ته اړتيا لري ،دولت نه يوازي دجګړي دورانيود رغوني دنده لري بلكه دهيوادراتلونكي اقتصادي اوټولنيزه پرمختيا هم ورپه غاړه ده خوداټول كارونه هغه وخت شوني ښكاري چي په هيوادكي ډاډمن امن اوسراسري سوله تامين وي دډاډمن امن اوسولي تحقق غښتلي ملي اردو،ملي منظموپوليسواونورو پياوړوامنيتو ارګانونوته اړتيا لري ، په داسي حال كي چي داكاردوخت اوزياتومالي لګښتونوغوښتنه كوي . موږ دملي اردو،ملي پوليسواونوروامنيتي ځواكونودجوړيدواوپياوړتيا لپاره اوهم دهيواددبيا رغوني لپاره سترومالي اواقتصادي مرستوته اړتيا لرو چي داكاريوازي دنړيوالواودوستوهيوادونو داوږدمهالو مالي اونظامي مرستو اوهمكاريو په نتيجه كي ترسره كيداي شي . افغانستان دخپل ستراتيژيك او جغرافيايي موقعيت له امله دسيمي په داسي يوه حساس ځاي كي واقع شوي چي هروخت دسيمي اوګاونډيانو له تيريو،لاسوهنواويرغلونو سره مخ شوي اودي هيواد ته يي لويي غميزي پيداكړي دي ،په وروستيودوولسيزوكي دپخواني شوروي يرغل اوبيا دبهرنيوترورستانو تيري داټول هغه څه دي چي زموږ دهيوادپه وړاندي زموږ دنژديوګاونډيانوله لوري ترسره شوي ،ددي لپاره چي زموږ هيواددتل لپاره دسيمي اوګاونډيانودحملو،تيريو اويرغلونوڅخه و ساتل شي موږ اوږدمهالو نظامي مرستو او غښتلي ستراتيژيك ملګري ته اړتيا لروترڅوزموږ ګاونډي ونشي كړاي زموږ په هيوادتيري اويرغل وكړي ،په دي لړ كي دامريكي دمتحده ايالاتونظامي مرسته اوملګرتيا له ټولونه موثره اوګټوره ښكاري .همدااوس افغانستان دامريكي دمتحده ايالاتوسره اوږه په اوږه دتروريزم په ضدجګړه كي يوپياوړي اووفادارملګري دي . دسياسي كتونكوپه اند دافغانستان اوسني سياسي اواقتصادي حالات ددي غوښتنه كوي چي افغانستان بايد داوږي مودي لپاره داقتصادي اونظامي مرستولپاره پياوړي تضمين اوغښتلي ملګري پيداكړي ،ترڅوله يوي خواپه افغانستان كي دهميشني سولي اوامن ډاډمنه فضارامنځته شي اوله بلي خوادافغانستان دبيا رغوني اوسني بهير لاغښتلي اومخ په وړاندي لاړشي . سياسي څيړونكي په دي عقيده دي كه چيرته افغانستان داسي تضمينونه ترلاسه نه كړي اوپه دي برخه كي غښتلي ملاتړي اوملګري ونه لري له يوي خوابه دافغانستان دبيارغوني دبهير دوام له خنډونوسره مخ شي ،او له بلي خوابه دافغانستان دډاډمني سولي اوامن په وړاندي لويي ستونزي اومشكلات رامنځته شي . څيړونكي په دي عقيده دي چي دتيرودريو،څلوروكلونوپه بهير كي دګاونډيانودتيريواولاسوهنو دمخنيوي يولامل په افغانستان كي دامريكي دمتحده ايا لاتودپوځونو شتون دي چي دافغانستان ګاونډيان يي ډارولي چي په افغانستان كي يي دبربنډواوښكاره لاسوهنونه ځانونه ګوښه كړي دي ،څيړونكي په دي عقيده دي كه چيرته افغانستان داوږدي مودي لپاره دامريكي دمتحده ايالاتوسره نظامي اړيكي ټينګي كړي اوپه سيمه كي يوغښتلي ستراتيژيك ملګري ترلاسه كړي هم به افغانستان دخپلوګاونډيانوله تيريو خوندي شي اوهم به داوږدي مودي لپاره دافغانستان دبيا رغوني اوابادي لپاره يو پياوړي ضمانت پيدا شي ",ديوه غښتلي ستراتيژيك ملګري اړتيا
2776,,"
کابل :: ميرويس جلالزئ
د افغانستان دبغلان په ولايت کی 19 تنه د (پی ار تی ) یا ولایتي بیا رغوني هالندي ټیم د موټر د چاودني په تور ونیول شول د نوموړی ولایت د امنیتي چارواکو په وینا دا کسان ئې له چاودني نه وروسته د پنجشنبه او جمعې په ورځو نیولي دي خو چارواکوئې هویت ندئ په ډاگه کړی. په افغانستان کي د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د خبر پاڼي په اساس د هالندي بیا رغوني ټیم د 6 موتړو کاروان د 5 شنبه په ورځ چه د پلخمري په لور روان ووپه سړک پرمخکي تر مخکي خښ شوي ماین وخوت او و چاودید چه د نوموړی ځواکونو په وینا 2 تنه سرتیري پکي سخت ټپیان شوي وو . بله خواه کوم کس چه ځان د طالبانو ویاند لطیف حکیمي په گوتو کوي خبري رسنیو سره ئې په مرکه کي و یلي چه دا چاودنه د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په وړاندي د طالبانو د عملیاتو له لړۍ شمیرل کیږی او دا لړۍ به جاري وساتي ", 19 تنه د (پی ار تی ) یا ولایتي بیا رغوني هالندي ټیم د موټر د چاودني په تور ونیول شول
2777,,"
د يكشنبې په ورځ د مې پر ۲۳ د امريكا د متحدو ايالاتو په نيويارك ښار كې د استاد وجدي صاحب فاتحه په سيدجمال الدين جومات كې واخېستل شوه.
فاتحې په نيويارك او د متحدو ايالاتو په نورو ګڼ شمېر ايالاتونو كې مېشتو افغانانو ګډون كړى و. د افغان بې سېم مشر ښاغلى بيات، نوميالي فرهنګپال او ليكوال لطيف جان بابي، د ګوربت فرهنګي ټولنې مشاور احمد ويس وردګ او نور ګڼ شمېر افغانانو برخه اخېسته وه، او استاد جدي ته يې د دعا لاسونه لپه كړل. چې بيا وروسته تر فاتحې وروسته په يوځانګړې توګه د استاد پر كارونو او شخصيت رڼا واچول شوه.
همدا ډول په كوټه ښار كې د مباركې جمعې په ورځ د مې پر ۲۰ نېټه د استاد وجدي صاحب فاتحه په كوټه ښار كې واخېستل شوه، چې فرهنګيانو، ليكوال، خبريالانو، سياستوالو سربېره په كې په كوټه كې ګڼ شمېر مېشتو افغانانو ګډون كړى و. د استاد اروا ته يې د دعا لاسونه پوته كړل او د ارواښاد كورنۍ ته يې د جميل صبر هيله وكړه. ",په امريکا او كوټه کې د استاد وجدي فاتحه
2778,,"
",
2779,,"
داعداد فرهنګی ټولنی ویب پاڼه
په مسلمانانو کی داسلامی زهنیت پیداکولو لپاره داعداد فرهنګی ټولنی ویب پاڼه پرلیکه شوه
www.aadad.com
",داعداد فرهنګی ټولنی ویب پاڼه
2780,,"
",
2781,عبدالاحد پيغام _ كابل,"
غزل
عقل جنون ته زولني غواړي
خمارقسمت مي پيماني غواړي
مرګيه !كوردي نيمه خواګورمه
زړه په لحد كي ميخاني غواړي
شيخه! نغمه دمحشر مه ږغوه
خيالونه مستي تراني غواړي
خيام طواف دميخاني كړي دي
دشمعي لاس كي سري پيالي غواړي
خاونده!ډوب يي كړه په سره درياب كي
رقيب مي مرګ ته بهاني غواړي ",غزل
2782,,"
ټاكل شوې ده چې د راروانې جمعې په ورځ چې د غبرګولي له ۱۳مې نېټې سره سمون خوري په لوګر ولايت كې د سنځل ګل په نامه يوه غټه دوديزه مشاعره جوړه شي، چې د دې ولايت پر شاعرانو سربېره به د افغانستان د نورو سيمو شاعران هم په كې ګډون لري.
مشاعره د تنګي واغجان په باغونو كې جوړېږي، چې د سمبالونې چارې يې ځوان شاعر نذير احمد نذير، د دې ولايت د اطلاعاتو او كلتور رياست او د ملي پيغام خپلواكې راډيو پر غاړه اخيستى چې د سهار پر ۸ بجو به پيلېږي. په دې برخه كې ځينو شركتونو او اشخاصو هم نقدي مرستې كړې دي.
لكه څنګه چې هر كال په ننګرهار كې د نارنج ګل دوديزه مشاعره كېږي، دغه راز سږ كال په زابل كې بادام ګل، په كندهار كې انار ګل او دا دى اوس په لوګر ولايت كې د سنځل ګل مشاعره كېږي، چې كتونكي دا ډول ناستې او مشاعرې د كلتوري اړيكو په ټينګښت كې ګټور ګام ګڼي. ",لوګر په سنځل ګل كې
2783,,"
کابل + ميرويس جلالزی
د افغانستان په ختیځو توره بوره نومو غرو کي یوځل بیا د امریکایي او افغان پوځیانو عملیات پیل شول په افغانستان کي د نړیوالو ایتلافی ځواکونو یو سرچینې د خبر په حواله دا عملیات یې په دې ورستیو څو نژدې ورځو کي د طالب او القاعده ډلي د پلویانو د لمنځه وړلو په موخه د توره بوره په غرو کي کوم چه له گاونډي پاکستان سره په پولو کي پراته دي پیل کړي دي په دی عملیاتو کي ویلي شوي د امریکا پوځ سمندري ځواکونه چه د افغان ملی پوځ سرتیري هم ورسره مل دي گډون لري خو د لاس ته راوړنو او بریاوو په اړه تر دې دمه ځواکو هیڅ هم ندي ویلي ویل شوي د توری بوری غرونه د طالب او القاعده د جنگیالیو د ورستیو پتن ځایونو په توگه د طالبانو د حکومت له پرزیدو وروسته وکارول شول خو ځینی رپوټونو داهم وایې چه د القاعده دډلي مشر اسامه بن لادن هم د توره بوری نه په مرسته له افغانستان نه پښې سپکي کړي دي
",په توره بوره کي نوي فوځي عمليات پيل شوي دي
2784,,"
امان الله عادل د وردګو او ميدان ولايت د جغتو د ولسوالۍ ""مدني او كلتوري بهير"" خپله څلورمه ادبي غونډه د تيرې پنجشنبې په ورځ چې د روان ۱۳۸۴ لېږديز لمريز كال د غبرګولي د مياشتې له پنځمې نيټې سره سمون خوري د نوموړې ولسوالۍ د ګوربت د ""امام ابي حنيفه عالي ليسې"" په انګړ كې د قرآن شريف د څو مباركو آيتونو په تلاوت سره پيل كړه. د غونډې رئيس ښاغلى عبدالعظيم ستومان، مشر ميلمه استاد ښاغلى ګل آغا احمدي وردك او د ويندويي چارې ښاغلي امين الله عادل پر مخ وړې. د غونډې په لومړۍ برخه كې ښاغلي محمد اسماعيل نويد د جغتو د ""مدني او كلتوري بهير"" د جوړښت پر اهميت او همدارنګه د تمدن، مدنيت او له هغه سره د ټولنې د وګړو پر اړيكو خپله وينا واوروله. ښاغلي عبدالمتين وردګ د تېرو غونډو لنډ راپور او ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ د وردګو د نوماندو او نومياليو څېرو او شخصيتونو په هكله څرګندونې وكړې. ښاغلي صبغت الله په ټولنه كې د ځوانانو مسووليت په ګوته كړ او ښاغلي كامران د نوموړي بهير د جوړېد په هكله د ګوربت د عالي لېسې پيغام ولوست. د غونډې دويمه برخه شعر ته ځانګړې شوې وه چې د سيمې ګڼو شاعرانو، چې ډېره يې تنكي ځوانان وو خپل شعرونه د غونډې برخوالو ته واورول. غونډه د سهار په لسو بجو پيل او د دعا په لوستلو او يو لړ مهمو پرېكړو سره د ماسپيښين په يوه بجه پاى ته ورسېده. بايد وويل شي چې د جغتو ځوان ""مدني او كلتوري بهير"" يو سيمه ايز او ادبي بهير دى، چې پدې وروستيو كې د سيمې د يو شمېر فرهنګپالو شاعرانو، ليكوالانو، اديبانو او مشرانو د هلو ځلو په مټ د هغه بنسټ كېښودل شو. نوموړى بهير د يو شمېر كلتوري موخو سره يو ځاى په منظمه توګه مياشتنۍ ادبي غونډې هم تر سره كوي. نوموړي بهير د جغتو په نامه د يوې مهالۍ جريدې د خپراوي او يو سيمه ايز كتابتون جوړولو پرېكړه هم وكړه، او عملا يې كار پيل شو. په دې توګه و پتيل شوه چې د جغتو د ""مدني او كلتوري بهير"" راتلونكې ادبي غونډه به د روان ۱۳۸۴ هجري لمريز كال د چنګاښ د مياشتې په درېيمه نېټه د جمعې په ورځ د وردګو او ميدان د ولايت د جغتو ولسوالۍ د غازي محمد جان خان د عالي ليسې په انګړ كې جوړيږي. د غونډې تصويري راپور په دې ډول دي
",د جغتو د مدني او كلتوري بهير څلورمه ادبي غونډه ترسره شوه
2785,,"
دعراق دوو ترټولو ځواکمنوشعیه اوسني سازمانونوپه خپلومنځوکي د خبر و دپرمختگ راپورونه ورکړي دواړه غاړي په عراق کي دننه دټولنیزوناخوالوپه سرمذاکرې ته سره ناست دي . دااعلان دسُني ملایانودسازمان اوپه عراق کي داسلامي انقلاب عالي شورا دپوځي غاړي بدرداستازوترمنځ له ناستي وروسته شوي . دادواړه سني اوشیعه لوري دعراق دیوه شیعه مذهبي ملامقتداصدرپه هڅونه خبري سره کوي . دمقتدا صدریوه ملگري شیخ عبدالهادي الدراجي ددې خبرو ترپای وروسته یوې خبري غونډي ته وویل مذاکرې ته ناستولوریوپه هغولاروچاروبحث وکړله کومو چي عراق ته خدمت کیدای شي اودهغوکسانومخه نیوای سي کوم چی ډله ایزي اوقومی تفرقې اچوي اوناندرې جوړوي
",عراقي سازمانونو د خپل منځي خبرو راپورونه ورکړي دي
2786,,"
یوجگ پوړی پاکستانی پوځي وائې دجنوبي وزیرستان سیمه ئې له مشکوکوطالبا نو اودهغوی دملاتړیوالقاعده جنگیالو له وجوده کابوپاکه کړې . جنرال نیازمحمدخان خټک په دې سربیره پرون خبریالانوته وویل په سیمه کی به ترسلونور زیات جنگیالې نه ئې پاته چي هغه هم په وړو وړو ډلگیوویشل شویدي دپاکستان دپوځ دې جنرال چي دجنوبي وزیرستان دشیکي په سیمه کي ئې خبري کولې وویل دتیرکال دکب له میاشتي چي په جنوبي وزیرستان کي ددوی د پوځ عملیات پیل شوي دڅه باندي سل کسه بهرنیانوپه گډون شاوخوا درې سوه ملیشې وژل سوي او ټولي خزیې ئې له منځه وړل شوی دي جنرال نیازخټک ددې کلنوعملیاتوپه ترځ کي د دونیم سوه پاکستاني عسکرود وژل کیدوپخلی هم وکړ
",پاکستان : د جنوبي وزيرستان سيمه له مشکوکو ترهګرو کابو پاکه شوې
2787,,"
دلبنان خلک به له دریولسیزو وروسته چی دسوریي ځواکونه ئې له خاوري ووتل نن دلومړی ځل لپاره په پارلماني انتخاباتوکي رایي ورکړي . ټاکني به ترراتلونکوڅلورواونیوپوري ادامه ولري . دنن ورځي په انتخاباتوکي به دپارلمان نولسوچوکیوته په پلازمینه بیروت کي سیالي وشي . دلبنان دکورنیوچارووزیرحسن السبا پرون له رایي ورکونکوسره ددې ژمنه وکړه چي انتخابات به چي په فبروري کي دلومړي وزیر رفیق هریري له وژني وروسته ترسره کیږي بې لوري اوازاد وي . دهریري وژني په لبنان کی دسوري ضداحتجاجونه راوپارول چي له لبنان څخه دسورې دځواکونودوتلوسبب شوو
",د لبنان خلګ په پارلماني انتخاباتو کي رايي ورکوي
2788,,"
دملگروملتونوعمومي منشي کوفي عنان دسودان په لویدیزایالت دارفور کي د روان بشري ناورین دپای ته رسولولپاره دبیړیني غبرگون ږغ کړی . عنان همدارنگه په دې ځپل شوي ایالت کي دافریقایي اتحادیې دسوله ساتو ځواکونو د حضور د زیاتوالې ږغ هم وکړهغه وویل چي دابه په دارفورکي دملکي وگړو په خوندي کولوکي ستررول ولوبوي ده په دارفورکی اوسني حالت وحشیانه اوزړه بوږنونکی وباله . دملگروملتونوعمومي منشي کوفي عنان وروسته دکالمه پڼډغالي ته ولاړچیرته چي یولک ولس زره سوداني تورانود توکمي توپیر لوژي اودوه کلني مدني جگړې پناه ور وړې ده عنان ته ددلادو د نیمه ړنگ ښارزرگونوخلکوپه سخت حالت کي هرکلی ووایه اوله هغه یې دساتني او مرستی غوښتنه وکړه
",کوفي عنان په دارفور کي دبیړیني غبرگون ږغ کړی .
2789,نصرت الله(الهام)خدرخېل,"
غزل خولې نه مې نامه داشنالاړله شپه شوه ميلمنه اورڼا لاړله زړه ته مې دښکلي دوصال هيله راغلله په منډه اوبيالاړله بارشوه په اوښانودرقيب کډه کلي نه مولويه بلالاړله مخامخ راتله چې زه يې وليدم لاړه خوښي بېرته په شالاړله چيغو خبرنه کړه خبرهله شول اوښکه چې له سترګوزما لاړله څوکلونه دلته وه راغلې وه مانه چې يې زړه کړلوغلالاړله پوه شولې الهامه چې خبرڅه وه راغله په خنداپه ژړالاړله شعر ماڼۍ مونه شته دی جونګړه کې ډېوې نه لرو خوبيا هم وايودرڼابچي يوشپې نه لرو هم يو له کاره وتي هم يوله منزله پاتې داسې هم نه ده چې لاسونه اوپښې نه لرو دياردغاړې امېل تل زمونږپه لاسوکې وي چاوې چې مونږ ذاهدان نه يو تسپې نه لرو څلوريزه زما په زړه کې وسوسې ډېرې دي دښکلولو تلوسې ډېرې دي چاسره مينه اوالفت ډېردی مګر له چاسره پيسې ډېرې دي غزل دومره په هنرچې ته راوګورې خدايګوشم اوترچې ته راوګورې خامخامې زړه باندې څه چل کېږي ياره بس اکثرچې ته راوګورې خدايږوچې ترډېره مې په زړه باندې پاتې وي اثرچې ته راوګورې ستاله اورورين نظرنه اورڅاڅي سوزي مې نظرچې ته راوګورې مخامخ به ستاددې بڼوغشي خورمه په ټټرچې ته راوګورې زه چې درته ګورمه خوګورمه ګرم شي سنګرچې ته راوګورې ",غزلي ( الهام )
2790,عزت الله شمسزى,"
هغه چې ته به يې گواښلې اوس دې خيال هم کوي ته چې راځې ستا د راتللو استقبال هم کوي داسې وخت راغى فرق د دوست او د دښمن نه کېږي دلته دې وژني هلته ستا د ژوندون سوال هم کوي څه زورور دي ښکلي هرڅه کې چېړ خوند ورکوي په رڼا ورځ درنه زړه پټ کړي بيا جنجال هم کوي ډېر شاعران به د ښکلا له ښاره تش لاس وځي که څومره ذکر دبېلتون او د وصال هم کوي شمسزى چې څه وايي جذبو غوندې رښتيا او پاک وي که نه خبرې خو د تور بازار دلال هم کوي. ",د جذبو غوندې خبرې
2791,عزت الله شمسزى,"
لرې ولاړ وم د ورتللو په چل نه پوهېدم رښتيا به وايمه دښکلو په چل نه پوهېدم فکر مې نه و سين د سترگو کې يې پرېوتمه بيا نو تر ډېره د وتلو په چل نه پوهېدم ستا انتظار کې غلى ناست وم ستا په څېر نه ومه زه د وعدې د ماتولو په چل نه پوهېدم ته رانه لاړې زه دې داسې ځاى کې پرېښودمه چېرته چې زه د اوسېدلو په چل نه پوهېدم شمسزيه دې کلي کې هغه د غم لمر ومه زه چې ماښام هم د پرېوتلو په چل نه پوهېدم. ",غزل
2792,عزت الله شمسزى,"
زما ژوند ښکاري کوم راز دى او څه راز شته زما ذات کې زما ورځې شپو کې ورکې او شپې ټولې په فرياد کې دا ټکرې چې خورم ښکاري زما لاس دى د چا لاس کې پته هېچا ته هم نه شته پټ مې څه دي په وسواس کې رقيبانو ته مې وايئ چې په خپل حال مې لږ پرېږدي يوه ورځ به دا ښار لولي څه ضرور زما په ياد کې. ",راز
2793,عزت الله شمسزى,"
له ځانه درته گران وم يو څو شپې ورځې مخکې زه هم دا ستا جانان وم يو څو شپې ورځې مخکې راپرېوتم له برمه د چا د سترگو ښکار شوم يو ستورى د اسمان وم يو څو شپې ورځې مخکې چې سره گلونه وينم په خيال کې مې دا گرځي زه هم د گل په شان وم يو څو شپې ورځې مخکې دا هم د وخت گردش دى چې هېر شومه د خلکو موضوع د هر داستان وم يو څو شپې ورځې مخکې اوس هره ورځ راځې خو زما زړه کې ځاى نه شته ددې کار په ارمان وم يو څو شپې ورځې مخکې. ",غزل
2794, نجيب عامر,"
پېښور غزل
ستا د سرو شونډو مسکا دانه وانهکړي زما د زړه دنيا دانه وانهله هغې چې دې له سترګو يم پرېوتیزندګي مې ده رښتيا دانه وانهپه يو تار لکه امېل سره يو ځای شهپښتانه د پښتونخوا دانه وانهستا په يو انکار مې زړه تالا والا شوستا خو زلفې کړه هوا دانه وانهراته خپله ګنا هم نه ده معلومهجوړې مونږ شولو ويړيا دانه وانهځئ جنډې د مينې پورته کړو په لاس کېهسې نه چېرته شو بيا دانه وانهعامر جانه دښمنان دې داسې غواړملکه شګې د بيديا دانه وانه۲۷ نوامبر،۲۰۰۲پېښورپوهنتون ",د نجيب عامر نوی غزل
2795,,"
٨ د غبرګولي ١٣٨٤ – کندهار
د کندهار ولايت د عالمانو د شورا رئيس مولوي عبدالله فياض نن په داسې حال کې چې د دفتر څخه کور ته تللو، د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا ووژل شو.
عبدالطيف حکيمى چې ځان د طالبانو وياند ښيي ددې بريد پړه په غاړه اخيستې ده، چارواکو ددې پيښې په تړاو په لسګونو شکمن کسان نيولي دي او نورې پلټنې هم رواني دي.
",مولوي عبدالله فياض ووژل شو
2796,,"
٨ د غبرګولي ١٣٨٤ – کابل
نن په کابل کې يوه سيمه ايز تلويزيون د لومړی ځل لپاره د برمته شوی ايټالوي ميرمنې کانتوني يولنډ ويډيوي فلم وښود.
په دغه لنډ ويډيوي فلم کې دوه وسله وال کسان چې ماسکونه لري او ټوپکو نه يې دهغې سر ته نيولې دى هم ليدل کيږي. داسې معلوميږي چې دغه فلم پرون ، د می د مياشتې په ٢٨ مه نيټه ثبت شوی دی او د طلوع تلويزيون ته استول شوی دی.
په دې ويډيوي فلم کې تښتونکو ادعا کړی چې د ميرمن کانتوني روغتيايې حالت د انديښنې وړ دی او له دې امله د افغانستان او ايټاليا حکومتونه بايد ژر تر ژره د هغوي غوښتنې ومني.
",د ميرمن کانتوني ويډيوي عکس وښودل شو
2797,حبيب الله غمخور,"
له ډير پخوا دا هر چاته معلوميده چي دامريکا متحده ايالات په منطقه کښي خپلي ستراتيژيکي گټي دافغانستان له لاري ښه ساتلاي شي .
ددي لپاره چي دغه سوال ته ځواب ووايو چي دامريکا دوسلوال پوځ دهميشنې شتوالي ضرورت يوازي په افغانستان کي دسولي په راتگ او دکوکنارو دکښت او تجارت پر ضد مبارزې پوري اړه لري ؟ او که په افغانستان کي به ددوي موجوديت په يوه يا بل شکل د منطقي هيوادونه هم تر خپل سياسي او نظامي تاثير لاندي راولي؟ ضرور ده په لنډ ه توگه دغه مطلب وڅيړو چي کوم لاملونه وه او چا دا امکانات برابر کړه چي اوس افغانان بيله پرديو عسکرو پخپلو کي نشي سره جوړيداي او دهيواد روښانه او پر مخ تللي آينده يې يوازي دامريکايي او ناټودعسکرو په موجوديت کښي ده ؟که بهرنې عسکر وې ددي هيواد اقتصادي او اجتماعي پر مخ تگ شونۍ دۍ او دوي نه وه هر څه خراب او افغانان به پر بټي بيابان ناست وي؟
دمځکي دوچې پدغه سيمه کښي دافغانستان دجغرافيايي او جيوپوليتيکي حالت له مخې په تاريخ هر هغه زبرځواک ليري او نږدې پراته هيوادونه چي غوښتې يې دي په اسيا يي شاته پاته هيوادو کښې خپل نفوذ ټينگ کړی نوهرومرو يي دغه هدف ته درسيدو لپاره يو ځل خپل کرغيړن مخ افغان ولس ته ورښکاره کړۍ او پردې پاکه خاوره يې تعرض کړۍ او له همدې خاوري نه يې خپل استعماري جال غوړولۍ دی زه نه غواړم دموضوع بل طرف ته رانه ولاړه شي په يوه کليمه بسنه کوم له هغه ورځي چي استعمار او نورو داقتصادي گټو دتر لاسه کولو لپاره تعرضات شروع شوۍ دي هرومرو دافغانستان دجغرافيايي موقيعت دارزښت په پوهيدو سره په منطقه کې دنفوذ او واک ساتلو په منظور په افغانستان کي لمړۍ خپلي پښې ټينگي کړي او بيا حرکت کړۍ .
کله چي دلمړۍ نړيوالي جگړې په پايله کي سوسيالستي هيواد را پيدا شو او دهغه سره جوخت په نړيواله کچه داستعمار کړۍ يو په بل پسي ماتي شوي دهغه سره يو ځاي ددوو زبر ځواکو تر منځ (( شوروي اتحاد له يوه طرفه ت،امريکا انگلستان ،فرانسه ، ايټاليا بله طرفه دجگړې دختم دقرارداد تر لاس ليک وروسته يې سمدستي په اروپا، اسيا او افريقا کي دخپل نفوذ دپراختيا او ټينگښت لپاره هر اړخيز تلاښونه پيل کړه ،امريکا يو په بل پسي په منطقه او نړۍ کښي دنظامي پکټونو په جوړولو شروع وکړه په مقابل کې شوروي اتحاد همدوارشاپه نوم نظامپکټ جوړ او ټول سوسيالستي هيوادونه يې دغرب او امريکا دسياسي او نظامي مداخلو څخه دپه امان کي ساتلو تر نامه لاندي سره راټول کړه ،دپهاصطلاح شرق او غرب تر منځ تبليغاتي جگړه ونښته او دسياسي نظامي نفوذ دپراختيا رقبتونه شروغ شوه امريکا دناټو دنظامي پکټ په جوړه ولوسره په اروپاکي دخپل نفوذ دټينگښت لپاره کامل اطمنان تر لاسه کړ.
سوړ جنگ ورځ په ورځ اوج ته رسيده که په امريکا کي ولسمشران بدليده خو دامريکا سياست کي دشوروي دنفوذ دمخنيوي او په منطقه کښي دخپل نفوذ دپراختيا په هکله تغير نه مونده ، سړه جگړه دومره توده شوه چي داقتصادي نفوذ پر ځاي په نظامي سياليو او پر غريبو هيوادو باندي په حملو او هلته دخپلي خوښي رژيمونو په ټينگولو بدله شوه ، ويتنا م ،لاوس کمپوچيا ،چکسلواکيا ،کيوبا ،انگولا ،موزنبيق او ځينو افريقايي او عربي هيوادو نه يي څرگند مثالونه دي ، په ۱۹۸۰ کلو کي حتي دستورو دجگړي په نامه رونالد ريگن يو نظامي پلان هم تر اجرا لاندي ونيو يعني جگړه تر اسمانه پورته شوه .په ميليونو انسانان ددغو لوړتيا غوښتنکو دسياسي او اقتصادي گټودتر لاسه کولو قربانيان شول . همدا پر هيوادونوباندي د قدرت غوښتني او ملکونوتر خپلي تاثير لاندي راوستلو طرحه او نظريات وه چي له اټوم بم نه نيولي بيا تر الکتونيکي ډيرو مغلقو انسان وژونکې وسلې اختراع او جوړي شويې . دا په يقين سره ويلاي شم که همدا اوس دروسي او يادامريکا پر نظامي وسلو جوړولو نيم مصرف وسنجول شي دټولي نړۍ دمخ پر انکشافه هيوادو دلسو کالو دټول مصرف سره به براربر وي ،سوال پيدا کيږي دا ټول دڅه لپاره ؟ ايادموکراسي راوستل او اقتصادي پرمختگ داتم بم او يا بلي کومي انسان وژونکي وسلي محصول دۍ ؟ اويا که دپوهي او علم دپر مختگ په در شل کي کيداي شي ولسونه دغه انساني هدف ته ورسيږۍ ؟ تاريخ ثابته کړې چيرې چي زور واکي وي هلته دموکراسي خپل ځاي زور او جبر ته پريږدې ،وسله والي مداخلو په تاريخ تمدونونه له منځه وړې او هر څه يې له خاورو سره برابر کړې دې .
زموږ هيواد هم دزبرځاکو دداشان نظامي ،سياسي او اقتصادي سياليو دډگرونو او په خپل قلمرو کي دراوستلو نه جلا نه شي پاته کيداي .
که امريکا يي چارواکي دا ادعا کوې چي دوي په کورنۍ جگړه کښې دښکيل يوه اړخ سره دنظامي او سياسي مرستو په تر سره کولو سره غوښتل افغانستان دپخوانې شوروې له تاثيراتو او تعرض نه په امان کي وساتي ،افغان ولس ته دمنلو وړ ځکه نده که دافغانستان دسياسي او اقتصادي اړيکو تاريخ په ځير او بيطرفۍ سره مطالعه کړو امريکا يي چارواکي وه چي دخپل دا شان تنگ نظره سياست دپلي کيدو په اساس چي افغانستان ديوه مستقل هيواد په توگه بايد يوازي له امريکا او يابل هغه هيواد سره چي امريکا يي غواړي بهرنۍ اقتصادي او سياسي اړيکي ولري اوبس ،که چيري دافغانستان چارواکو پدغه شان اړيکو کي يوه اندازه دهيواد ملي گټي په نظر کي نيولو سره دنړۍ دنوروهيهوادو سره دروابطو دټينگولو تکل کړۍ سمدستي دامريکا يي چارواکو له طرفه ويل کيده چي افغانستان دشوروي تر نفوذ لاندي دۍ اونه غواړي په اصطلاح دازاد بازارلرونکو هيوادو سره اړيکي ونيسي . يوه کوچنۍ بيلگه يې : کله چي مرحوم داؤد خان دخپل صدارت په وخت کي وغوښتل چي دامريکا څخه دوستانه اړيکو له مخي غوښتل چې اقتصادي او نظامي مرستي تر لاسه کړې دامريکا لخوا يي منفي ځواب واوريد ،دا ځکه په هغه وخت کي هم امريکا په سيمه کښې پاکستان دخپل وفاداراو ستراتيژيک دوست په صفت پيژاند او غوښتل يې دپښتونستان مسله دپاکستان په گټه حل شي پر افغانستان يي فشار راوست چي دنوې جوړ شوي نظامي ((سينټو پکټ )) غړيتوب تر لاسه کړې ، غربي هغو هيوادوکوم چي دامريکا سره يې ښي اړيکي لرلې هم دافغانستان په اړوند دامريکا دخوښې سياست پلۍ کاوه . دا سې په سلهاونور مثالونه تاريخ پيژني چي افغانستان دامريکا او غربي اروپادهيوادو دغلط سياست په پايله کي دشوروي په لور ور ټيل وهل شوۍ دۍ او بل عکس له پاکستان څخه بيدريغه ملاتړ او دهغوي سره تر اوسه پوري نظامي او اقتصادي مرستي رواني دي .
کله چي په هيواد کي په 1357کال دثور دنظامي وسلوال پاڅون په پايله کي قدرت شوروي پلوه سياسي گوند ته ورسيد بيله دينه چي امريکا ددغه گوند سره دسياسي او اقتصادي ښو اړيکو دټينگولو په منظور تکل وکړي د پاکستان له لاري يو ځل بيا هغه ډله را فعاله کړه شوه کوم چي دداؤدخان په مقابل کښي يې کارولې وه ،((دآي اس آي)) پر لاس دامريکا دټولو استخباراتي شبکو په مشور او ملا تړ دجوزا په مياشت کي چي رژيم لا مکمل کارمندان په ټولو دولتي ادارو کي نه وه گمارلي ددولت پر ضد پدي نامه چي اسلام په خطر کي دۍ دنالوستو خلکو په وسله سمباليدلو او هغوي دنوې حاکيميت پر ضد وسلوالو حملو ته وهڅول شول ،په پاکستان کي کمپونه جوړ شول له امريکا نيولي د ځينو عربي او اروپايي هيوادو په شمول په پاکستان او ايران کښي کمپونو ته دپيسو ،وسلو راليږل شروع شوه اوه اسلامي تنظيمونه په پاکستان او نهه په ايران کي جوړ شول او داسلام په خطر کي دۍ تر نامه لاندي په افغانستان کي دشوروي دنفوذ دمخنيوۍي په خاطر دولتي ترورشروع شو.
ايا دکورونو ،کليو ،ښارونو ،روغتونونو ،ښوونځيو،پلو او لارو ورانول او بيگناه انسانانو وژ ل ترور ندۍ؟فکر کيږي دا هغه ترور ؤ چي روسانو داډيالوژي تر نامه لاندي ،او امريکا د پاکستان او نور هيوادوپه ملاتړ داسلام په خطر کي دۍ تر نامه لاندي دخپلي پراختيا غوښتني سياست او په سيمه کي دگاز او تيلو پراخي زيرمي ترلاسه کولو په منظور دا ښکلي افغانستان دافغانانو او نورو اجيرانو پلاس له کنډوالو سره برابر کړ . معصوم او بيگناه افغانان يې په وينو کي ولمبول . ايا هغه وخت افغانستان دافغانانو وطن او کور نه وو؟ هغه وخت پدغه وطن کي ماشوم ،ښځو ،ځوانانو او سپينږيرو ژوند نه کاوه؟ او پدغو ړندو را اورول شوو راکټونو او بمانو کي يې ژوند دلاسه نه ورکاوه ؟هغه چي مسجد او په مسجد کي قرانکريم او نور ديني کتابونه له منځه تلل گناه نه وه ؟د داشان لوټمارو دبخښي ايات له چاسره دۍ؟ هغه پلونه لاري او ودانۍ چي له خاورو سره برابري شوي او بيگناه انسانان پکښي مړه شوه دا ترو نه و؟ دهغوي مرگ په کوم ايات شريف سره روا وو؟ او داشن وژنوته ترور نشو ويلاي ؟ هغه وخت ولي دا په اصطلاح ددموکراسۍ او پرمختگ پلو هيوادو مشرانو افغانان دافغانستان دويجاړونې پر ځاي سياسي ډيالوگ او ملي تفاهم ته نه رابلل؟هلته ولې دا خرد او تعقل ورک ؤ؟ په سلهاو دا سي نور زړه بوگنونکي مثالونه . واقيعت خو دادۍچي تل سياسي ډلو او دولتونود دا شان وژنو او ورانيو ته دډيموکراسۍ او انساني عدالت دراوستلو په خاطر دعادلانه مبارزي نوم ورکړۍ دۍ او دمقابل جانب کړونو ته چي کټ مټ يو رقم دۍ دياغي .باغي او تروريست نوم ورکول شوۍ دۍ ولي په پايله کښې يې مظلومو انسانانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړۍ دۍ . يوه خبره ده چي وايي :شورويانو به خپل جاسوس ته کشاف او دبل هيواد هغې ته چي عيني دنده به يي درلودل جاسوس وايه . همدا اوس القاعده ،طالبان ، دگلبدين او مولوي خالص ډلي افغانان په اصطلاح جهاد ته رابولي او ورته وايي چي دا جنگ جگړه او انسان وژنه جهاد دۍ ، مگر دولت او امريکا هغوي تروريستان بولي . ټولوته معلومه ده دا هغه کسان دي چي يو وخت امريکا هغهو ته دهمداشان ورته کارو دسرته رسولو په خاطر پيسي ورکولي او هغوي يې جهادي رهبران بلل . ډير لا اوس هم پدي باور دي چي همدا اوس امريکا دوه مخيز سياست پلۍ کوی هم کرزۍ گويا حمايه کوي او هم دهمدغو ترورياستانو او جنگسالارانو سره ښي اړېکي لري . لکه شوروي چارواکي چي حاکم حزب ته يې بريښول چي موږ ستاسو دواک ساتلو او ټينگولو اودافغان ولس د روښانه ايندي په خاطر دلته راغلي يو او دپردې تر شا يې ددولت مخاليفو ډلو او تنظيمو سره غوښني اړيکي لرلي چي بيا وروسته ټولو ته هر څه څرگند شوه .افغانستان دامريکا شوروي درقابت او وسلو داستعمال په پليگون کي بدل شو، دافغانستان دحاکيميت پر ضددبهرنيانو دهمدغو بي حسابه پيسو او وسلو برکت ؤ چي پاکستان وتونيدلاي شو خپله اټوم بم جوړکړۍ او پر نورو يي هم دجوړولو طريقه په زياته سپين سترگۍ سره وپلوري . عجب انصاف ؟جنوبي کوريا تر هر ډول تهديد لاندي راځي او پاکستان ته همدا امريکا ددي په نامه چي گويا دتروريزم په ريښه ايستلو کي مرسته کوي په ميليارډو دالره ورکوې . سره بيره پردې چي هر باسيواده او نالوستۍ افغان پدي ښه پوهيږې چي همدا اوس هم ټول بدمرغي زموږ هيواد ته دپاکستان او ايران له لورې متوجه ده . همدا په افغانستان کي دجنگ جگړې او ترورستانو دشتوالي برکت دي چي پاکستان هرڅه مادي او مالي امکانات تر لاسه کوي يو متل دۍ واېې (( زوري کاکا است که انگور در تاکها است )) . يو ساده ولي روښن فکټ دروان کال دجوزا په لمړۍ نيټه د آريايي په ويب پاڼه کي دا خبر نشر سو زه ددي لپاره چي لاس وهنه ونه بلل شي په دري ژبه يي کټ مټ دلته را انتقالوم (( فرمانده سپاه ايالت سرحد پاکستان روز شنبه اعلام کردکه عمليات جاري ارتش کشور ........وگفت در عمليات دو سال آخير 306 تروريست از جمله 150 تن خارجي کشته شده اند . اين مقام نظامي با بيان اينکه پاکستان بيش از((70)) هزار نيرو را در 669پست ديده باني (ترسد) در طول مرض افغانستان مستقر کرده است،افزود 48 مورد عمليات نظامي منجر به دستگيري 703 تن از عناصر تروريست شده است ،او په بل ځاي کي وايي هنوز بين 70 تا 80 تروريست خارجي در اين بخشي قبايلي مخفي شده اند .))گرانو لوستونکو تا سو قضاوت وکړۍ چي دا ښاغلي څومره رښتيا وايي که دا ومنو نو سوال دادۍ چي زموږ او دوي تر منځ دډېرنډ دکرښي اوږدوالۍ ددوي په اصطلاح سرحد2500کيلومتره دۍ پدغه اتلس سوه کيلومتر فاصله باندي dاويا زره مجهز عسکر پراته دي ،بيا هم هره ورځ ددوي سره په څيرمه منطقو کي جگړي رواني دي او ټول ورته گوري چي وسلوال کسان له پاکستان څخه راځي او بيا بيرته په هغه لور ځې .که به کله کله ښاغلي خليلزاد يو افغان په توگه دديپلوماسۍ تر سرحد ورتير شو او دا به يې څرگنده کړه چي پاکستان دافغانستان په کورنيو چارو کې بربنډه لاس وهنه کوي او جنگيالي افغانستان ته دورانيو او ترور دتر سره کولو په منظور ددوي له خوارې راځې تر پاکستان دمخه به دامريکايي نشراتو او دامريکا دبهرنيو چارو وزارت له نيوکو سره مخامخ کيده . پاکستان پداتر اوه سوه زيات نيول شوو کسانو کي يو هم داسي کس ونه نيوۍ چي دبن لادن او ملا عمر پته ورته معلومه وي ؟ ځکه افغانان وايي که بن لادن پېداشي دامريکا او پاکستان له لپاره سريال پاي ته رسيږي چي په ځانگړې توگه پاکستان دا نه غواړې .
د افغانستان کړکيچ دومره ژورې ريښې لري چي په يوه او لسو ليکنو کي نه شي څيړل کيداي دا به يو وخت که خير ؤ کله چي افغانستان په سياسي او اقتصادي لحاظ يوه اندازه پياوړتيااو خپلواکي تر لاسه کړه يو انستيتيوت به دا څيړې .
زما هدف دا ؤ چي لږ د موضوع ريښې ته نظر واچو واو دا واضح شي چي دا ديرش کاله دپرديو دموجوديت علت څه دۍ؟ .
دهر سالم عقل خاوند پدي ښه پوهيږي چي اوس دغه اوبه چي چا خړې کړې دي بايد دهغو په مرسته صافي شي دغه اوسنۍ نيم بنده حالت دبهرنيانو دوسلوال شتون برکت دې ،مگر ددي برکت نه داستفادي شکل بايدفرق ولرې .
دا منل شوۍ علمي اصل دۍ چي دهيوادو تر منځ دوستي نه بلکه دهيوادونو دملي منافعو مسله مطر ح او ټاکونکې ده ، دا پدي مانا چي هيڅ يو هيواد بيله عوضه دبل کوم هيواد سره مادي او مالي مرستي نه کوې..
په افغانستان کې دبهرنيو وسله والو پو ځونو موجوديت ،څه امريکايې او څه ائتلافي ځواکونه دواړه وسله وال ځواکونه دي او له يوې چينې نه اوبه څښي چي نوم يې دناټو نظامي پکټ يا سازمان دۍ ، دوي دافغان ولس په غوښتنه او بل فعل اراده ندي راغلي ،که دملگرو ملتو دسازمان دامنيت شورا دا پريکړه کړي ده هغه بيا هم يو جانبه ده، ځکه دداشان پريکړي وړانديز کوونکۍ افغان ولس او ياد هغوي قانوني استازۍ ندی،دبشر دحقوقو په اعلاميه کي هيڅ يو هيواد ته پر بل هيواد دوسله وال تيري حق په هر منظور چي وي بيله دهغه هيواد دخلکو او يا حکومت دغوښتني او اجازي نه ندي ورکړه شوۍ . ولي متاسفانه اوس دامنيت شورا او ملگرو ملتو سازمان چي کاملا دنړۍ سوپر پاور تر تاثير او اغيزي لاندي دۍ دا واک تر لاسه کړۍ کله چي د امريکا زړه وغواړي او يا دهغوي اقتصادي گټي له خطر سره مخامخ کيږي دامنيت شورا دغړو هيوادو سره ديو سياسي معاملي پر اساس پر بل هيواد دوسلوال تيري حق تر لاسه کوې ،بيله دينه چي ددغه معلول عيلتونه او انگيزي چي بايد وسلواله مداخله وشي ؟ بيطرفانه وڅيړل شي . دا هر چا ته څرگنده ده چي هيڅ ملت پردۍ او نا بللۍ نظامي ميلمه نه خوښوې . افغانان هم له دغه امر نه ځانگړې نشي مطالعه کيداي .
زموږ دهيواد دا درې کلنه تجربه داسي ښکاره کوي چي متاسفانه امريکايانو لا ډير پخوا داپلان درلود او ددي لپاره يې سياسي او نظامي تلاښونه کول ترڅو يوه ورځ دوي ته په افغانستان کي دنظامي شتوالي شرايط برابر شي .
دپورته بيلگو له مخي اوس داسي معلوميږي چي امريکا يانو هدف په افغانستان کي دطالبانو دتروريستي رژيم او القاعدي دسازمان او هيروینو دتوليد او قاچاق پر ضد مبارزه نه بلکه په منطقه کي دخپلو سياسي او اقتصادي گټو په خاطر د وسله وال ځواک اوحاکميت ټينگول دي . په مرکزي اسياکي د نارنجي ،گلابي او زيړو انقلابونو شروع ددغي خبرې روڼه بيلگه ده چي امريکا بايد په منطقه کي دډير وخت لپاره پاته شي . په رښتياسره هم ددا شان منطقوي اهدافو دتر سره کولو لپاره افغانستان وړ او مناسب ځاي دۍ او له پخوا دغه هدف ته درسيدو لپاره په نښه شوۍ ؤ،په همدي اساس به دتوان تر سرحده زموږ په خاوره کي ددايمي نظامي اډي دجوړيدونه لاس په سر نشي . دافغانستان دولسمشر امريکاته ددا وروستي سفر پدي نامه چي افتخارې ديپلومونه ترلاسه کوي پايلو دا وښودل چي هدف دديپلومو تر لاسه کول نهوه بلکه دامريکا دولس مشر سره دليدنې کتنې په پاي کښې دداشان يو سند لاسليک چي اوس يې ځينې پرنوم نه سره جوړيږې يو شمير يې اعلاميه او مطبوعات يې په فارسي ژبه پيمان او په پښتو دتړون نوم ورکړه شوې دۍ ،خير دا مهمه نده چي دا سند کوم نوم لرې ارزښتناکه دا ده چي دا سند په بيسارې ديپوماتيکو ادبياتو او جملو ليکل شوۍ دۍ او بايد پارلمان ته وړاندي شي ،جلبه که دا يوه عادي اعلاميه وي پارلمان ته دهغي دوړاندي کيدو او دهغو لخوا دتصويب اړينه په څه کي ده؟ او که پدي سند کې داستارتيژيکو اقتصادي او نظامي همکاريو مسله وي ؟ نو په هغه صورت کي چارواکو دا پريکړه کړې چي پارلمانته وړاندي شي .اددغه سند په متن کي داواضيح او څرگنده ليدل کيږي چي دامريکا چارواکي غواړي دلته زموږ په هيواد کي اوس ددي لپاره چي حساسيتونه را ونه پارول شي داوږدي مودي کليمه استعمالوې وروسته به يې بيا گورې چي څه وکړې ،او لبلې خوا دښاغلې کرزی وړانديزونو ته داسي ځواب ويل شوۍ چي ښاغلۍ کرزۍ دهغه نه دخپلاعتبار دساتلو په منظور او امريکا دخپلو پلانونو دپلې کولو په اړوند گټه ځينې اخيستلاي شي .
مطلق اکثريت دامريکايانو ددايمي اډو دجوړيدو سره مخالفت ښکاره کوې او پدي عقيده دي چي دافغانستان عنعنوي بېطرفۍ سياست چي په راوروسته کي يې بيا د1955کال راپدي خوا دنړۍ دبيطرفو هيوادودسازمان دجوړونکي په توگه ساتلۍ دې نور هم وساتي . ځکه په هر هيواد کي دبل هيواد دنظامي اډوموجوديت دهغه هيواد دسياسي استقلال رنگ پيکه کوې او تر تهديدلاندي يې راولي .
که هدف د افغان ولس سره په رښتيا مرسته او دافغانستان بيا رغونه وي د امريکا ، اروپااو نورو هيوادو نه دافغانانوغوښتنه دادي چي دهغو په پيا ده کول سره به په هيوادکي دهر ډول وسله وال شتون ضرورت له منځه ولاړ سي :
۱ / په افغانستان کي ټولي نا ارامې او جنگ جگړې دبهر نه حمايه کيږي امريکا که په رښتيا سره غواړي چي په افغانستان کي سوله راشي دا امکانات په واک کي لري چي دخپل سياسي او نظامي نفوذ څخه په گټه اخيستني سره زموږ په هيواد کي دليرې او نږدو پرتو بهرنيوهيوادو هر ډول مداخله او دخالت په ټپه ودروې .
۲/ دفغانستان اوسني چارواکي دي وهڅول شي تر څو ټول دولتي اپرات دښايسته سالارۍ پر اصل جوړه کړي ،او په حکومت کي دحکومتونودموجوديت او هر ډول خود سريو مخه دي ونيول شي .په دولتي اداره کې فساد اوج ته رسيدلئ په دولت کي ددموکراتيکو اوښتنو او تغيراتو خلاف کسانو شتوالۍ ديوي ساليمي دولتي اداري جوړونه له جدي خطر سره مخامخ کړې ،دا ستونزه ددي سبب گرځيدلې چي اولس خوابدۍ او هميشه له يو ډول او بل ډول ناخوالوسره لاس په گريوان وي . په هيواد کي دواقعي دموکراسۍ او اجتماعي عدالت دپلي کولو لپاره دي دولس غوښتني او وړانديزونه په نظر کي ونيول شي ،په هيواد کې دننه او تر هيواد بهر ټول روڼ اندۍ قوت دې بيله هيڅ ډول تعصب او اختلاف نه ددولتي سالمي ادارې دجوړيدوپه منظور وکارول شي . د دولتي امورو او ټولنيزو اړونده چارو دپر مخ بيولو په لار کې د ي دهر ډول سياسي تبعيض مخه ونيول سي . اوس تل د سياسي فعالو گوندونو مشران په مطبوعاتو کښي دا گوت نيونه کوې چي دولت دهيوادنيو چارو د ښه سمبال تياپه خاطر دروښنفکرانو او دهغوي دسياسي ډلو سره مشورې نه کوې که چيرې کله ناکله مشوره کوي هغه هم دمشوري بڼه نلري بلکه په موضوع باندي دخبريدو شيوه لري ،فکر کوم که زموږ چارواکي علاقه لري هيواد له دغه زړه بوگنوونکي او بهرنيانو ته داحتياج له حالته خلاص شي اړينه بريښي چي هر څه مشوره او گډه همکارۍ تر سره شي افغانستان دټولو گډکور دۍ اود ټولو سره يې دجوړيدو په خاطر مشورې او دهغو مرستي راجلبول دهيواد په گ[ه کار دۍ. ۴ / دمرسته کوونکو هيوادو په گډه همکاري سره په هيواد کي دبنسټيزو بيارغونو چارو ته پاملرنه اود داسي صنعتي پروژو دجوړولو لپاره عملي گامونه اوچتول کوم چي دهيواد په صنعتي کيدو او دزراعت په ميکانيزه کيدو کښي ټاکونکۍ رول لري .دا وسنيوانجوگانو لخوا دميليارډو ډالرو مصرف دافغان وسل هيڅ درد ندۍ دوا کړۍ او نه بايد دافغان ولس سره دمالي مرستې په نامه ونومول شي دمثال په توگه امريکا او نور هيوادونه اعلانوې چي په تير و وختو کي دافغانستان سره تر پنځه ميليارده ډالره زيات مرسته شوې مگر ددغو پيسو ثمر دکابل کندهار هغه سږک دۍ چي همدا اوس پسله يوکال نه ددوبار جوړوني په منظورپه سلهاوو زره ډالرو ته اړتيالري .له بده مرغه تر اوسه پورې دولت دبهرنيو مرستو چي د بيا بيرته ورکولو دروند پيټۍ به يې دافغان ولس پر اوږو پروت وې دسالم مصر لپاره معين پروگرام نلرې . ۳ / کيداي شي افغانستان دکوچني وسله وال پوځ په لرلو سره په منطقه کښي دسويس له مثال نه په استفادي سره دملگرو ملتو دځانگړي پريکړي او نړيوال تظمين پر اساس ديو بيطرفه هيواد په توگه اعلان او په رسميت وپيژندل شي او دملگرو ملتو دامنيت دشورا دتظمين پر اساسدهمسايه هيوادو سره داسي يو پروتوکول لاسليک شي چي دهغه پر اساس زموږ په خاوره کي دبيگانهو دهر ډول لاس وهني مخه ونيسي .
۴/ افغانستان د جغرافيايي موقيعت له مخي چي داسيا په زړه کي پروت دۍ که امريکايان دلته نظامي اډه جوړه کړي دا به دافغان ولس لپاره هميشنۍ سرخوږۍ وې .افغانان به هيڅکله چاته دا اجازه ورنکړي چي ددوي خاوره د يو بل هيواد پر ضد د نظامي پټو يا ښکاره حملو او مداخلو په منظور وکارول شي . مگرد سياسي څيړونکو دغه ټکي ته په گوت نيولو سره چي امريکا غواړې په منطقه کې دخپلو سياسي نظامي تاثيراتو دساتلو په منظور دوسلوالو ټولگيو دپاته کيدو لپاره تلاښ کوې تر څو په سيمه کي برلاسۍ وې افغانان له تشويش سره مخامخ کړې دي . کنه همدا اوس چي شل زره دامريکا او 8200دايتلاف وسلوال ځواکونه شپه او ورځ په افغانستان کي دتروريستانو او طالب جنگياليو پر ضد عمليات کوي بيا هم امنيتي وضعه داطمنان وړه نده ، دا چي ځيني فکر کوي چي دامريکا دوسلوالو قواو دايمي شتون زموږ په هيواد کي ددايمي سولي ضامن دۍ او يا به دهمسايگانو دمداخلو مخه ونيسې ورځنيو پيښو رد کړي ده . په جلال اباد کي دخونړيو مظاهرو شاته څوک وه ؟ همدا اوس دهيواد په زياتو سيمو کي دکابل په شمول نا ارامي او گډوډۍ دچا لخوا حمايه کيږي وسلواله مبارزه بيله وسلې نشي کيداي او دا چي همدا اوس ددولت مخالفين وسله استعمالوې دکومه کيږي ؟ فکر نه کوم چي دوي دې په کورو کې متوليدوې؟ ايران چي دامريکا سره اختلاف لري دمذهبي او ژبنيو اړيکو څخه په استيفادې سره دوه مخيزه سياست چلوې له يوي خوا دافغانستان سره درسمي کانالو له لاري اقتصادي مرستي کوې او له بلي خوا تر اوسه پورې په خپل ټول توان هڅه کوې امريکا په افغانستان کي مصروفه وساتي . پدي ټينگ باورلرم چي يو شمير نور بهرني قوتونه عين ا هدافو او پلانو دپلي کولو لپاره شپه او ورځ کار کوي .
يوازي دامريکا دوسله وال پوځ هميشنۍ مو جوديت دافغا نستان د امنيتي ستونزو دحل سره مرسته نشي کولاي . دافغانستان دمسلي حل دامريکا او نړيوالو د صادقانه او بشر دوستانه سياست په پلې کولو او په ملکي برخه کښي دهر اړخيزو بي غرضه داسي اقتصادي مرستو په سرته رسولو کي نغښتۍ دۍ کوم چي پايله يې دافغانستان صنعتې کول وې .
ښه به داوې چي امريکااو اروپايي هيوادونه پخپله ټول هغه عوامل له منځه يوسي کوم چي دهغوي موجوديت دامريکا او نړيوالو لپاره دومره سياسي او نظامي سرخوږۍ را پيداکړۍ دۍ او يا زموږ په هيواد کي دپرديو نظامي لښکرو دموجوديت لامل گرځې .
۵/ که په افغانستان کي کوکنارکرل کيږي ولې په هيروئنو دهغوي اوښتون او مصرف کوونکي يې له افغانستان نه بهر دي ،ضرور او معقوله دا ده هغه عامل له منځه ولاړ شي کوم چي دا معلول يې منځته راوړۍ دی . دهيروئنو لوي او واړه سوداگر او قاچاقبر دامريکا او نورو هيوادو استخباراتي شبکو ته معلو م دي هغوي ټول په افغانستان کي ژوند نه کوي ددغي ډلي دگوتو په شمار يې دامريکا په مرسته او ملاتړ په اوسنۍ اداره کي لوړ مقامونه لري ، دغوقاچاقبرانو سره مبارزه نړيوالي صادقانه همکارۍته ضرورت لري نه په افغانستان کي دامريکا دوسله وال پوځ دايمي شتوالۍ ته .که دافغانستان کروندگرو ته دکوکنارو دکرلو پر ځاي بل بديل پيداشي او له دوي سره دهغوي داقتصادي ستونزوپه هوارولو کي مرسته وشي ډير کم به پيداشي چي کوکنار وکري ،همدا اوس کوکنار هغه څوک کرې چي په دولت کي غوښن ځاي لري او غير مستقيم دامريکا تر حمايي لاندي دي .
زه پدي ټينگ باورلرم چي امريکا او يو شمير نور اروپايي هيوادونه کولاي شي که وغاړي په افغانستان کي دايمي سوله بيله دوسلوالو دشتون څخه برقراره کړي ،خو په منطقه کي ددوي سياسي او اقتصادي گټي دوي ته دا اجازه نه ورکوې ،ځکه غواړي داوسنۍ اداري په مرسته دخپلو پوځيانو دايمي شتون ته قانوني بڼه ورکړي . پدي منظور ښاغلي کزري صاحب دثور په اتلسمه دپخوانۍ لوي جرگي دغړوپه گډون يوه غونډه چي بيا ورته دمشورتي غونډي نوم ورکړه شو راوبلل ددي مسلي په هکله پريکړه دراتلونکي پارلمان دنده وبلل شوه او يو شمير زياتو يي دامريکا ددايمي وسلوال شتون سره مخالفت وکړ ،دا بايد په گوته شي چي دداشابن حياتي مسلي په هکله غور او پريکړه دلوي جرگې صلاحيت دۍ . په افغانستان کښي دبهرنيو وسلوالو ځواکونو ددايمي اډودجوړيدومسله څرنگه چي تقريبا دافغانستان په بهرني سياست کي دتغير مفهوم لري داساسي قانون او تيرو عنعنو په اساس دلوي جرگي صلاحيت دۍ ،اميديواريو چي لمړۍ پارلمان ته د افغان ولس واقعي استازي لار پيدا کړي او بيا دااستازي دهيواد دسياسي استقلال او ملي منافعو په نظر کي نيولوسره ددغي ملي ستونزي په هکله دحل لار ي چاري عاقلانه او دملي گټو په نظرکې نيولو سره تر څيړنو وروسته تاريخي پريکړه وکړي .
زموږ دهيواد ديرش کلن تاريخ او تر هغه پخوا تاريخي پيښو دا ثابته کړيده چي په افغانستان کي لکه په بل هر هيواد کښي دموکراسې او عدالت دټوپک او ټانک په زور نشي راتلاي ، نړۍ والو ته دا هم بايد معلومه وي چي په افغانستان کښې نا ارامي کورنۍ جگړي او اقتصادي بيرته پاتي والۍ به ټوله نړۍ نا ارامه وساتي .که هيواد په بنسټيز ډول له دغه حالت نه خلاص نشي نه دا چي دوسلوالو ډلو شتون به يوازي دبهرنيوسربازانو دمړو ليږل وي بلکه پايله به يي دنړيوالو په زهنيت کي دافغان ولس په هکله دنفرتواو کينې راپارول ، او افغانستان يو ځل بيا دبنسټپال تروريزم او کوکنارو په جونگړه بدلول وې . بهتره به داوي چي دافغانستان دبنسټيزو پرمختگونوپه لار کي ټول امکانات پکار واچول شي ،په هغه صورت کښي به دتروريستانو او هيروئنودسوداگرو لپاره امکانات ډير کم وې . پر ځاي به وې چي ددې هيواد دسياسي برخه ليک او ټولو هغو ملي مسلو دپلي کولو په هکله چي دهغوي پلي کول پهب افغان ولس پورې اړه ولرې ددي ولس سره مشوره وشي او دهغو رايه او موافقه تر لاسه شي . پدرنښت ",دبهرنيو نظامي دايمي اډو دجوړيدو پريکړ ه دافغان ولس صلاحيت دۍ !
2798,,"
خېبر :: مسکو په نړيواله كچه د تروريم پر ضد مبارزه، چې د امريكي د متحدو ايالتونو له خوا په نړيواله كچه پر مخ بيول كيده، په اوس وخت كې يې خپل مفوم له لاسه وركړي دي. د امريكي د متحدو ايالتونو اداره د تروريزم په وړاندي په خپل سياست كې په نړيواله كچه نوي كتنه كوي او د دغي كتني په لړ كې به په اساسي اهدافو كې بدلون راشي. لكه چې د واشنګتن پست د ورځپاڼي په وينا، په سپيني ماڼۍ كې يوي نا څرګندي سرچيني ويلي دي، چې د القاعده د سازمان د له منځه وړلو مساله، چې د ۲۰۰۱ كال د سپتمبر د مياشتي د ۱۱ نيټي د تروريستي پيښو نه وروسته، مطرح شوي وه، خپل مفهوم يو ډول له لاسه ور كړي دي
",د ترور يزم پر ضد د امريكي په سياست كې بدلون
2799,,"
کابل :: ميرويس جلالزی د یکشنبې په ورځ په کابل کي خصوصي تلویزیون طلوع برمته شوې ایټالوي کلیمنتینا کانتوني چه دوه په وسلو سمبال کسان ئې هم له څنگه ښکاریدل په داسي حال کښي ښکاره کړه چه ویل یې نوم یې کلمینتینا کانتوني ده او نن د یکشنبه ورځ ده . هغه کس چه ځان د تښتونکو د ډلي مشر تیمور په گوتو کوي وایې چه د برمته شوي میرمني روغتیایي حالت دډاډ وړ نده او که د نوموړي ډلي خواستونه ونه منل شي نو هغه به ووژني ویل کیږي دا ایټالوی میرمن څه باندي دوه اونۍ مخکي د کابل له زړه (قلعه موسی ) نومي سیمي نه د څلورو تنو وسلوالو له خواه هغه مهال تښتول شوې وه چه د سپرلۍ موټر یې په زور درول شوی وو ا و وسلوالو نوموړې میرمن په نامعلوم لوري ورسره وړې ده . د طلوع تلویزیون کوم چه د دې ا یټالوي میرمني ویډویي ټیپ ئې خپورکړی هغه تلویزیوني شبکه ده چه څه باندی 10 ورځی مخکي یې یوه گوښه شوې د تفریحي خپرونو ویانده وژل شوې وه چه تر اوسه یې هم قاتل ندی پیژندل شوی
",په افغانستان کي برمته شوی ایټالوي میرمن د تلویزیون په پرده ښکاره شوه
2800,ګل آغا احمدي وردك,"
ګل آغا احمدي وردكد نړۍ پوهانو د ګوند تعريف د خپل خپل آند له مخې په بيله بيله توګه كړى دى خو په يوه خبره كې د زياتو پوهانو نظر سره ورته دى هغه دا چې ګوند د يو شمير داسې اشخاصو له يوځاى كيدو او ګډ كارڅخه عبارت دى چې د وړ اداري ارګانونو په درلودلو سره د يوې سالمې سيالۍ، ځانګړي فكر، مشخصو موخو، ځانګړې تګلارې او كړنلارې له مخې سياسي مبارزه او په يوه ټولنه كې د واك د نيولو هلې ځلې كوي. همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ كې جګړې مارې ډلې او ګوريلايي ګروپونه هم شته دي چې خپلې موخې د جګړې او تاوتريخوالي له لارې په لاس راوړي چې ځينو ته يې د ګوند نوم وركول كيداى شي خو د ديموكراسۍ او سالمې سياسي سيالۍ په ډګر كې ګوندونه اجازه نه لري چې د واك د لاسته راوړلو لپاره وسلو ته لاس وغزوي بلكي خپل كاري پلان به د ټولنې د هراړخيزو غوښتنو سره سم د علمي بنيادونو په بنسټ برابروي او زموږ د ليكنې تبصره په همدې ډول بهير ده. په ټوليزه توګه ويلاى شو چې ګوندونو او د ګوند جوړونې بهير تر اوسه پورې په افغانستان كې اوږد تاريخ، روښانه سابقه او ښه پايله نه ده درلودلې. په همدې توګه د ګوند جوړولو بهير په هيواد كې د هغو علمي او ټولنيزو معيارونو په بنسټ نه دى رامنځته شوى چې د ټولنې د دودونو، ديني، ټولنيزو او هراړخيزو بنسټونو ژوره مطالعه يې كړې وي او پخپل هيواد كې د غوره كاروونو د سرته رسولو د سيالۍ ډګر ته را وتلي وي بلكي تر اوسه پورې چې په هيواد كې څومره ګوندونه او ډلې رامنځته شوې دي زياته برخه يې د ملت په تاوان تمام شوي او په هيواد كې يې د سترو سترو مصيبتونو ظهور ته لاره هواره كړيده. په همدې توګه د هيواد نږدې سياسي تاريخ ته په كتنې سره د زياتو ګوندونو كركترونو د خپلو ناسالمو كړنلارو او تګلارو د عملي كولو لپاره وسلو ته لاس غزولى، د پرديو غلامۍ ته يې غاړه ايښې، د هيواد خلك يې د آرامۍ په ځاى د ژوند له ښكليو نعمتونو څخه د بيلتون، ګډوډۍ، ويجاړتيا او راز راز مصيبتونو په ګرداب ورګډ كړي او بالاخره يې د هيواد په چارو كې د پرديو هيوادونو نظامي او سياسي لاسوهنې ته لاره هواره كړې ده چې د افغانستان په لنډ تاريخ كې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي كمونيستي كودتا، په هيواد باندې د شوروي مستقيم يرغل او له هغه وروسته لويې لويې ناخوالې د دې ادعى غوره ثبوت ګڼل كيږي.سره لدې چې د افغانستان د مسايلو ځينې شنونكي او تاريخ ليكونكي په دې آند دي چې د ګوند جوړونې تاريخ په هيواد كې اوږده سابقه لري او د بهرنۍ نړۍ د سياسي بدلونونو سره يو ځاى په دې هيواد كې هم وخت په وخت سياسي جريانات رامنځته شويدي په دې كې شك نشته چې د بهرنۍ نړۍ سياسي او ټولنيزو بدلونونو به زموږ د هيواد په خلكو هرو مرو اغيزې درلودې خو كه تاريخي حقيقتونو ته په ژوره توګه وكتل شي نو په هيواد كې د ګوند جوړونې ريښتينې لړۍ د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د واكمنۍ پر مهال رامنځته او په هيواد كې ګڼ شمير ښي اړخه او كيڼ اړخه مختلفو ګوندونو د سياست په ډګر كې د فعاليت سرونه راپورته كړل چې د زياترو ډلو مبارزه له هماغه لومړۍ ورځې څخه له تاوتريخوالي او ناوړه پيښو سره ملګرې وه.د افغانستان په سياسي ډګر كې ګوندونه له هغه وخت راهيسې له يو بل سره لاس په ګريوان شوي دي چې هيواد مو نسبتا د يوه غوره سياسي نظام څخه برخمن وو او نوموړې ناندرۍ په سياسي محافلو، د ولسي او مشرانو جرګو په مجلسونو، د ښار په واټونو او د مظاهرو په ترځ كې په تاوتريخوالي بدلې شوي دي. تاريخ د دې ډول زياتې نمونې په خپلو كرښو كې ساتلې چې د سالمو سياسي ګوندونو له طبيعت سره اړخ نه لګوي.د افغانستان پخواني سياسي ګوندونه په دې توانيدلي وو چې يوازې په ښاري سيمو كې څه نا څه فعاليت او ملاتړ ترلاسه كړي خو له دې سره سره ځينې جهادي ډلې چې د وخت د اړتيا له مخې يې د نظامي تشكيلاتو او وسله والو ډلو په درلودلو سره له هيواد څخه بهر جوړښت موندلى وو په خپل وخت كې يې د هيواد په كليوالو سيمو كې هم ملاتړ ترلاسه كړى دى. خو له دې ټولو سره سره ويلاى شو چې په ټوليزه توګه د هيواد د ګوند جوړولو بهير د ملت د زړه آواز په حقيقي توګه په نظر كې نه دي نيولې. په دې ليكنه كې هڅه كيږي چې په هيواد كې د سياسي ګوندونو د جوړيدو اصلې موخې او په ټولنه كې د هغو اغيزو او همدارنګه د ګوندونو اوسني بهير ته په لنډه توګه ګوته و نيول شي.افغانستان داسې يو هيواد دى چې د خپل تاريخ په اوږدو كې په دې ندى توانيدلى څو په پراخه پيمانه د خپلو وګړو د زده كړې او سواد كچه لوړه كاندي بلكي نوموړى ګام تر اوسه پورې د هيواد د خلكو د يوه ستر آرمان په توګه د عملي كيدو انتظار باسي. دې كار د منځنۍ او ټيټې طبقې يو شمير اشخاصو او حلقاتو ته فرصت په لاس وركړى چې د خپلو اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو، په ټولنه كې د مطرح كيدو او داسې نورو سطحې موخو د لاسته راوړلو لپاره د ګوندونو دجوړولو لړۍ ته مټې را ونغاړي او د افغانستان د خلكو د سپيڅلو ولولو څخه په استفادې سره د ځان په ګټه كار وكړي. د سياسي څيړونكو له نظره په هيواد كې د زياترو ګوندونو پايلې په دوو ټكو كې خلاصه كيداى شي.لومړى: د زياترو ګوندونو د جوړولو او رامنځته كيدلو موخه يوازې د شخصي مالي سرچينو پياوړي كول، ځانې غوښتنې، د واك لوږه، قومي، ژبني، مذهبي او سمتي پارونو ته لمن وهل دي.دوهم: په ملت يې شيندلې اغيزې له كورنيو جګړو، بيځايه ناندريو، د هيواد په چارو كې بهرنيو يرغلګرو ته د لاسوهنې زمينه برابرول او د بې ساري ستونزو په ګردابونو كې د افغان ولس د ورګډولو څخه عبارت دي.د ګوندونو اوسنى بهير:په هيواد كې د سياسي ګوندونو اوسنى بهير هم د يادې شوې سلسلې يوه كړۍ ګنلى شو چې د ډيرو په آند له بيځايه ناندريو او بدمرغۍ څخه پرته نور څه د افغان ولس ځوريدلو وګړو ته له ځان سره نه لري.د اوسنيو ګوندونو د بهير زياته برخه په يوه خوله د ملي يووالي او ملي پوهاوي نارې وهي خو بايد وويل شي چې په عمل كې د همدغه بهير زياتره كركترونه د ملي يووالي بنسټونه ورانوي او په دې سلسله كې داسې زهرجن تبليغات خپروي چې له بيلتون پالنې، نفاق، بدبختۍ او تورتم څخه بله پايله نه شي ترې اخيستل كيداى. د همدې ګوندونو زياتره برخه حتى د افغانستان له نوم سره حساسيت لري ، ځانونه د دې هيواد اتباع نه ګڼي، خپلې خبرې رسنۍ، تبليغات او نور ټول امكانات يې د همدې موخې د لاسته راوړلو لپاره په كار اچولي دي نو بيا څنګه د ملي يووالي ادعى كوي؟؟د اوسنيو ګوندونو د بهير په اړوند د افغانستان زياتره وګړي داسې انګيرنې كوي:• د ګوند جوړونې د دې بهير زياته برخه د بهرنيو هيوادونو د لاسوهنې او لمسونې په لړ كې را منځته شوې چې په هيواد كې يې مغرضو بهرنيو هيوادونو لاسوهنو ته په ښه توګه لاره هوار كړي ده.• د دې ګوندونو د جوړولو موخې د خپلو مشرانو لپاره د مادي امتيازاتو لاسته راوړل، په ټولنه كې د ځانونو مطرح كول او په هيواد كې د زيات كړكيچ رامنځته كولو ته لاره هوارول دي.• د ګوند جوړونې د دې بهير د زياترو ډلو په منشور كې څو مشترك ټكي ليدل كيږي چې له ملي يووالي، ځمكنۍ بشپړتيا، د ښځو د حقوقو اعاده كول، د تروريزم په ضد مبارزه، د هيواد بيا رغاونه، د نشيي توكو په خلاف عمل كول، په هر څه كې ملي لفظ كارول، بهرنۍ مداخلې بندول او داسې نور څيزونه شته دي. خو ځينې يې بيا له ځان سره په هيواد كې د فدراليزم رامنځته كول او داسې نورو خيالي غوښتنو هم ته په خپل منشور كې ځاى وركړى دى چې د افغانستان مومن خلك ورڅخه كركه لري. بايد وويل شي چې د ګوند جوړونې د دې بهير د نظرياتو او عملي كړنو تر منځ توپير د ځمكې او آسمان په څير دى ځكه چې زياترو يې د هيواد د هغو بنسټولو په ورانولو پسې مټې رانغښتې چې په درواغجنه توګه يې په خپل منشور كې ځاى وركړى او ځينې بيا په ډاګه د افغانستان د ورانولو نارې وهي.• د دې ګوندونو يو شمير د پخوانيو جهادي ګوندونو له خيټې څخه راوتلي، هماغه خلك او موخې دي چې هيواد يې وران او ويجاړ كړ يوازې د خپلو ځاني ګټو د لاسته راوړلو لپاره يې د ګوندونو نومونه له اسلامي څخه ملي ته را اړولي، د ښځو د حقوقو، آزادۍ، ديموكراسۍ، هيواد پالنې او داسې نور درواغجن اشعار له ځان سره ليږدوي. بايد وويل شي چې حقيقي مجاهدين له داسې اعمالو څخه كركه كوي چې په ډيرو سپيڅلو نومونو يې د افغانستان خلك په داسې يوه ستر ناورين ورګډ كړل.• په هيواد كې د دې ګوندونو د لړۍ شمير له سلګونو اوښتى يوازې د هغو ګوندونو شمير ۸۸ ته رسيدلى دى چې د عدليې په وزارت كې راجستر شوي دي خو د دې سره سره د هيواد په داخل او بهر كې هم نوموړې لړۍ په توندۍ سره روانه ده چې پټ او ښكاره فعاليت كوي. بايد وويل شي سره لدې چې په حاضر وخت كې دا ډول ګوندونه د خلكو ملاتړ له ځان سره نه لري خو څومره چې دغه راز ګوندونه زياتيږي په هغه اندازه د افغانستان خلك په مختلفو افكارو ويشل كيږي چې زياتره يې هيواد ته روغ نيت نه لري او د راتلونكي لپاره د بې شميره خطرونو آټكل ترې كيداى شي.• ډير داسې ګوندونه هم راجستر شوي دي چې همدا اوس يې عملا د هيواد زياتره شمالي، لوديځې او مركزي سيمې د خپلو جنګي ډلو په ولكه كې دي.• د دې لړۍ زياتره ګوندونه داسې نومونه په ځان باندې ږدي چې د بهرنۍ نړۍ او پرمختللو هيوادونو له نامتو ګوندونو څخه دي لكه جمهوري غوښتونكي، ديموكراتان، كارګري پراخوالى، كنګره، اصلاح اجتماعي او داسې نور خو د ملي ټكى به بيا هرو مرو ورپورې نښتى وي.• يو شمير داسې ګوندونه هم شته دي چې يوه پخوانۍ جنګي ډله په څو مختلفو نومونو د عدليې په وزارت كې راجستر شوې او درې يا څلو ګوندونه په رسمي توګه ترې زيږيدلي دي.• سره لدې چې د ګوند جوړونې په قانون كې رسمي ګوند بايد وسله واله مليشه او جنګي خوځښتونه و نه لري خو د عدليې وزارت يو شمير داسې ګوندونو ته هم د راجستر كيدو او فعاليت رسمي اجازه وركړې ده چې وسله والې مليشې يې د هيواد په ګوټ ګوټ كې همدا اوس هم عملا د هيوادوالو د مادي او معنوي شتمنيو په چور او تالان بوختې دي. بل دا چې د ډيرو دغه ډول ګوندونو مشران او چارواكي داسې خلك دي چې د هيواد په ورانولو كې يې عملا ونډه درلوده او د تيرو ورانيو، جګړو او وژنو مسووليت ورته متوجه دى.• د دې ډول ګوندونو د مشرانو په ډله كې ځينې كسان داسې هم شته دي چې يو ګوند يې يوازې د څو مياشتو لپاره دوام كوي كله يې چې لومړى ګوند وشړيږي نو ډير ژر د بل ګوند په جوړولو لاس پورې كوي.• د زياترو دغه راز ګوندونو په مركزي شورى او اجراييه شوراګانو كې د داسې كسانو نومونه تر سترګو كيږي چې د غلو او جنايتونو په تور تورن دي. ځكه هغه خلك چې له وضعې څخه څه نا څه درك لري پوهيږي چې دا وړۍ به خداى زده چې شړۍ شي نو د ګوند مشر مجبوريږي چې د داسې كسانو په دروازه كې خپله ځولۍ و غوړوي چې په سلګونو تورونو تورن او ښه ماضي نه لري.څه بايد شوي واى؟كه د هيواد سياسي، پوهنيزې او ټولنيزې ورانې فضا ته په ژوره توګه و كتل شي چې له ګوندونو او د ګوندونو له مشرانو څخه دغه حالت ته رارسيدلي دي نو په لومړي ګام كې به غوره خبره دا واى چې د افغانستان د لنډ مهالې ادارې له تشكيل سره سم د يوه عملي فرمان په ترځ كې پخواني ټول وسله وال او بې وسلې ګوندونه منحل اعلان او د راتلونكيو ديرشوكلونو لپاره په هيواد كې هيڅ يوه سياسي ګوند ته د فعاليت زمينه نه واى وركړل شوې څو افغانانو د څه وخت لپاره د آرام ساه ويستلې واى. په همدې توګه هغه ورانكار افكار او كړنې له كاره لويدلې واى چې هيواد يې دغه حالت ته را و رساوه. لومړى خلكو ته د سالم سواد دكچې د لوړوالي په لړ كې د پوهې، سياسي شعور، ټولنيز عدالت او مخكښ رول عملي درسونه وركړل شوي واى. په دوهم ګام كې داسې يوه سالم سياسي رقابت ته د يوه او يا دوو ګوندونو د تشكيل لاره هواره شوې واى چې په علمي بنسټونو ولاړ او د افغانستان د خلكو يووالى، پرمختګ او ښيرازي يې تر ټولو لومړۍ موخه ګرزولې واى. په همدې توګه د يوه افغان شموله روغ نيت له مخې د سياست د ډګر سياليو ته ور وړاندې شوي واى.په داسې حال كې چې پخوانۍ بې شميره تربګنۍ، وژونكې وسلې، بيلتون پالي افكار، سلګونه بدۍ، د سواد د كچې ټيټوالى، د خلكو په منځ كې له يو بل څخه د مختلفو ناوړه وجوهاتو له كبله د كركې موجوديت او په سلګونو داسې نورې ناخوالې موجودې وي نو په داسې مهال كې د ګوندونو جوړول د افغانستان د خلكو تر منځ د يووالي پر ځاى د بيلتون واټن نور هم پراخ كوي، بهرنيو لاسوهنو ته لاره هواروي، په بيځايه ناندريو مشغول كيږي او د هيواد د پرمختګ په لاره كې خنډونه سر را پورته كوي. د هيواد په داخل او بهر كې د سلګونو ګوندونو جوړول، فعاليت او هغه ته د سياست په ډګر كې اجازه وركول، اوس مهال د زياتو شنونكو او څيړونكو په نظر د زهرو حيثيت لري چې د هيواد د خلكو د وضعې د ښه كولو پر ځاى هيواد د بيلون خوا ته كشوي. غوره خبره به په دې هكله دا واى چې د يوه اوږده واټن لپاره د ګوندونو د جوړښت مخه نيول شوې. په همدې توګه د غوره شرايطو د شته والي سره سم هغه مهال د هيواد په سياسي ډګر كې څو محدودو ګوندونو ته د فعاليت اجازه په لاس ورغلې واى چې د افغانستان دخلكو ملي يووالي او سياسي حاكميت ته يې خطر نه متوجه كولاى چې پرته له شك څخه به داسې يوې سالمې سياسي سيالۍ د هيواد په سمسورتيا كې لويه ونډه درلودلې واى. د اوس مهال لپاره د هيواد په سياسي چاپيريال كې بې شميره ګوندونو ته د فعاليت اجازه، د زياتو افغانانو په آند د افغانستان هيڅ درد نه شي دوا كولى چې زياتره برخه يې هيواد ته روغ نيت او د هيوادوالو ملګرتيا له ځان سره نه لري نو ښه به دا وي چې دې ډول ګوندونو ته د ((ګوندونه خروارونه)) نوم وركړل شي ",ګوندونه خروارونه
2801,,"
کابل :: ميرويس جلالزیچاودنه د یکشنبه په ورځ ناوخته د کابل ښار په شش درک نومي سیمه کي رامنځ ته شوي چه د قومندانۍ او شاوخواه ودانیو خیښتي یې ماتي کړي خو تر دې مهاله د سر د زیان په اړه د نوموړي قومندانۍ چارواکو او افغان امنیتي ځواکونو څه ندي ویلي .بله خواه یو افغان امنیتي چارواکي چه نه ئې غوستل نوم یې واخیستل شي وویل چاودنه د یو توغندۍ د لگیدو له امله رامنځ ته شوې ده .د یادوني وړ ده د دم گړی د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) غړو هیوادو 8000 سرتیري په افغانستان کي د امنیت په ټینگولو بوخت دي چه ناټو بیا د نړیوالو سوله ساتي ځواکونو (ایساف )قومانده هم په غاړه لري
",په افغانستان کی د ناټو د قومندانۍ په مرکز کښي چاودنه وشوه
2802,,"
٩ د غبرګولي ١٣٨٤
(آزادي) : نن سهار په نهه نيمو بجود کابل ښار په ختيځه برخه کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ( ايساف) هډې ته نږدې يوه چاودنه وشوه.
په دغه چاودنه کې اوه تنه غير پوځي کسان ټپيان شوي دي چې د يوه روغتيايي حالت د انديښنې وړ ښوودل شوی دی.
د پوليسو د نهمې حوزې مسول سمون وال محمد اکبر ويلي دي چې دغه چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې په يوه بايسکل باندې چاوديدونکي توکي ځاي پر ځاي شوي و او د سرک په غاړه وچاوديدل. د ده په وينا د چاودنې په تور تر اوسه لا څوک نه دي نيول شوي خو پلټنې دوام لري.
تيره شپه هم د ايساف په هډې کې يو توغندی لګيدلی و، خو څوک په کې ژوبل شوي نه و.
",په کابل کې بمي چاودنه
2803,,"
په پنځو اونويو كي دلوي كندهار دكلتوري مركي پنځمه غونډه جوړه سوه
کندهار :: خليل الله سروري
دلوي كندهار دكلتوري مركي غونډه دغبرګولي دمياشتي پر اتمه نيټه چي دمي دمياشتي د ۲۹ سره سمون لري جوړه او په هغه كي لاندي پنځه تنه
۱. عبدالمجيد بابي دكندهار ولايت داطلاعات ،كلتور او ګرځندوي رئيس
۲. انجنير عبدالطيف اشنا دكندهار ولايت دانجينري دپوهنځي رئيس
۳ . واصل حسنيار دهيواد كلتوري ټولني مشر
۴. عبدالقديم پتيال دښكلا مجلي مسوول مدير او دبينوا فرهنګي ټولني مرستيال
۵. انجنير يحي فريد دافغان شمله كلتوري مركز مشر
دكړنلاري دجوړولو او راتلونكي غونډي ته په راتلونكي غونډه كي دوړاندي كولو او تصويب دنده وركړه سوه.
او دپراخو كلتوري كړيو او سړيو د دوامداره كار او اړيكو لپاره لاندي كسان وټاكل سوه .
۱. ډاكټر طارق رشاد دمركي مشر
۲. حاجي عبدالمالك همت دمركي لومړي مرستيال
۳. ښاغلي حيات الله رفيقي دكندهار دپوهني رئيس
۴. عبدالاحمد محمديار دبينوافرهنګي ټولني مشر
۵. فرزان د دارالمعليمين استاد
۶. روښان اولسمل د احمد شاه بابا دعلمي او كلتوري مركز مرستيال
۷. ښاغلي سيدجان زياركښ دسپين بولدك دكلتوري ټولني مشر.
او همداډول په اروپاكي دافغان كلتوري ټولنو دګډي جرګه ګۍ پر وړانديز چي غواړي همهاله په جرمي او كندهار كي دهوتكي غورځنګ سيمينارونه جوړكړي ، مركي خپل چمتوالي وښود چي په راتلونكي غونډه كي به دنوموړي سيمينار سرليكونه غونډي ته وړاندي كيږي. ",په پنځو اونويو كي دلوي كندهار دكلتوري مركي پنځمه غونډه جوړه سوه
2804, عبدالهادي ریشاء,"
ما چي پال واچاوه جواب یې داسي را وخوت ، چي په نوې راتلونکې شورا کي به دزړو قومندانانو يا د دوی د پلويانو پله درنه وي . په وکيلانو کي به تر ږيرخريلو، ږيره ور ډېر وي . وکيلان به په احساساتو سره توندي خبري کوي . کله کله به په اصطلاح دګېره هم وزي . د چوټو وارونه هم محتمل دي د شورا مجالس به خورا پرجنجاله وي . عاريظين او مراجعين به دشورا په دروازه کي ډم ولاړ وي . وکيلان به دمجلس د مابين څخه د موبايل له برکته عاريظينو او مراجيعيوته راولاړيږ ی او دروازې ته به راځي . دوکيلانو تنخوا ګاني به بيخي لوړي سي . شخصي موټران به دونه ډېر وي ، چي دشورا په انګړ کي به ځای نه وی . په کورو، بازارو او دفتروکي به دخلګو دخوا او د نړیوالو آژانسونو له خوا هره ورځ دوکيلانو پر خبرو ـ خبري او تبصرې کيږي . زما ګوډ پيري هم دفال بين پيشوګوياني کټ مټ تاییـد کړې ، خودا یې پر اضافه کړه، چي دشورا ريس به خلا ف توقع يوخورا ګل سړی وټاکل سي ؛ زوړ قومندان به وي ، خوافکار به یې نوي نزي او تازه وي . د مجالسو اداره به په منطق سره کوي . خوڅه موده به دمخالفینو د اختلافاتو سره مخامخ وي، وروسته لکه پر اور چي اوبه توی کړې اختلافات به خاموش يا به شورا منحل سي . ګورو چي زما د ګوډ پيري او فال بين نظر څونه ريشتيا راوزي . کراچي ۲۹/۰۵/۲۰۰۵ ",راتلونکې شورا
2805,,"
د فاتحې اعلان
د خدای بخښلي ميرزاعلم حميدي دفاتحې مراسم د شنبې په ورځ د روان کال د جون د مياشتي پر څلورمه نېټه د ماسپښين د دوو بجې څخه تر څلورو بجو پوري د هالنډ د SOEST د ښار د فاتح په مسجد کي ترسره کيږي .
د يادوني وړ ده چي د نارينوو او ښځو فاتحه په نوموړي مسجد کښي پر يوه وخت اخستل کيږي
دوستان دي خبر وي
ادرس :
Fatih moskee (jomaat)
Parallelweg 7
3764 BG Soest.
د نورو مالوماتو لپاره د لاندي ټيلفون شمېرو سره اړيکي ټنګي کړي
+31- 630907958 +31- 650414616
",د ارواښاد حميدي دفاتحې مراسيم په هالنډ کي
2806,وحيد سپين غر,"
وحيد سپين غرپه دي وروستيووختونوكي دهيوادپه بيلابيلوسيموپه تيره بيا په ختيځو ،جنوب ختيځو اوجنوبي سيموكي چي دپاكستان سره په ګډه پوله كي پرتي دي دترورستانو حملي اوفعاليتونه زيات شوي اوددغوسيمودسوله ييزژوند دګډوډولولپاره هڅي رواني دي . ددغوهڅوترشاه په ښكاره توګه دپاكستان دځينومعينوكړيولاس شته ،داهغه افغان دښمنه كړي اوډلي دي چي نه غواړي دافغانانوپه جنګ ځپلي هيوادكي سوله اوارامي راشي اوافغانان په سوله اوارامي كي ژوندوكړي . داډلي اوكړي چي زموږ دجګړه ځپلي هيواددورانيواودربدريواصلي عاملين او داوږدي جګړي دخونړي سناريوجوړونكي او شرميدلي لوبغاړي دي ،تراوسه لاهم دادي دافغانانوپه وينواوغوښونه مړيږي اوغواړي چي زيات كلونه نورهم افغانان اودهغوي وطن دجګړي په دودونوكي خاوري اوايري شي اودمظلومو افغانانودمرګ اوماتم دردونكي اوله ويرنه ډكه سلسله همداسي جاري پاتي وي . له همدي امله په دي وروستيووختونوكي داانديښني ډيري پياوړي شوي چي داډلي غواړي دپخوا په څيرزموږ په هيوادكي دخپلوناروا لاس وهنولړي روانه وساتي اوپه دي توګه هڅي كوي ترڅودافغانانو په هيوادكي سوله اوامنيت رانشي . په داسي حال كي چي دپاكستان دحكومت رسمي دريځ دافغانستان په چاروكي دنه مداخلي پرا صولو ولاړ دي ،اوپاكستان داسي ښيي چي دافغانستان ديوه ورور،اوګاونډي هيوادپه توګه په افغانستان كي دسولي اوامنيت په لاره كي دافغانستان سره اوږه په اوږه هڅواوكوښښونوته چمتودي ،همدارازپاكستان ويلي چي په سيمه كي دتروريزم په ضد دنړيوال ايتلاف ديوه ملګري په توګه پاكستان خپله دنده بولي چي هيچاته به دخپلي پولي نه اجازه ورنه كړي چي دافغانستان په دننه كي ترورستي فعاليتونه وكړي . همدارازدپاكستان دجمهوررْيس پرويزمشرف دهمكاري پرله پسي ډاډګيرني ، داټول هغه موارددي چي دافغانستان حكومت اوولس يي په دي باوري كړي وو،چي نوربه دپاكستان له خاوري څخه دترورستانوراتګ اوزموږ په هيواد كي دبي امنيو دپيداكولوكوښښونوته دپاي ټكي كښيښودل شي . خومتاسفانه اوس تربل هروخت داشكونه اوانديښني زياتي شوي چي زموږ هيوادپه پراخه توګه دپاكستان سره دپولي په اوږدوكي له ګواښونواوتهديدونوسره مخ دي هره ورځ ترورستان دپاكستان دپولونه زموږ هيوادته راننوزي دلته خپل ترورستي اعمال ترسره كوي اوپه ډاډه زړه بيرته پاكستان ته ستنيږي ،دترورستانو اصلي اواساسي ځالي په پاكستان كي موقعيت لري . همداراز ويل كيږي چي دپاكستان داستخباراتوځيني چارواكي دترورستانو دفعاليتونوپه پياوړي كولو،دهغوي په وسله وال كولواوتشويقولوكي لويه ونډه لري . دغه رازدپاكستان ځيني بنسټپالي ډلي چي همدااوس دبلوچستان اوصوبه سرحد په ايالتونوكي يي حكومتونه دي نه يوازي داچي دورانكارو سره دخپلومرستواوكومكونونه انكارنه كوي بلكي په ښكاره دهغوي سره همدردي لري اوبيلابيلي مالي اولوژستيكي مرستي ورسره كوي . همدا رازويل كيږي چي دترورستانو مشران په پاكستان كي ميشته دي سياسي كتونكي په دي باوردي چي دپاكستان حكومت كه وغواړي نودافغانستان په وړاندي به دپاكستان له پولي نه ټول ترورستي اوورانونكي اعمال اوتحركات له منځه لاړشي ،دساري په توګه په هيوادكي دولسمشري دټولټاكنوپه بهير كي پاكستان دامريكي اونړيوالوترفشارلاندي دي ته اړشوترڅودترورستانومخه ونيسي ،په داسي حال كي چي ترورستانوڅوڅوځلي دااخطارونه وركړي وو،چي دټولټاكنوپه جريان كي به نه پريږدي چي دابهير په سوله ييزه توګه ترسره شي ،دهيوادپه دننه كي هم داسي انديښني موجودي وي چي دټولټاكنوپه بهير كي به ارومروترورستان پخپلوترورستي اعمالوسره څو مره يي چي توان رسي داجريان اخلال كړ ي ،خودانديښنو پرخلاف موږوليدل چي دټولټاكنوټول بهير په سوله ييزه توگه ترسره شو. ويل كيږي چي دټولټاكنو په سوله ييزجريان كي دپاكستان دحكومت هڅوډيرځانګړي ځاي درلود،اوټول يي په دي باوري كړه كه پاكستان په صادقانه توګه وغواړي چي ددواړوهيوادودپولي په اوږدوكي دترورستانومخه ونيسي داكاركولي شي . پاكستان پخپل دي كارنه يوازي داچي دولسمشري دټولټاكنوپه بهير كي دترورستانودناروافعاليتونومخه ونيول بلكي په غير مستقيمه توګه يي داوښودله كه پاكستان وغواړي هرډول رول لوبولي شي ،دغه رازپاكستان داهم وښودل چي دافغانستان اوسيمي په اړه بايد دپاكستان رول اونقش ته په ځانګړي نظروكتل شي . خوددي په خواكي دافغانستان حكومت ،خلكواونړيوالوته هم ښكاره شوه چي كه چيرته پاكستان وغواړي په سيمه كي دتروريزم په ضد جګړه كي ديوه صادق همكار په توګه رښتيني اوصادقانه رول ولوبوي نه يواځي داچي په سيمه كي به تروريزم اودتروريزم ناوړي ځالي له منځه لاړي شي بلكي په افغانستان كي به هم دبي امنيواوجګړه ييزوناروافعاليتونوټولي ځالي دتل لپاره ړنګي اونابودي شي . سياسي كتونكي په دي عقيده دي چي پاكستان دخپل دغه نقش له امله ديوډول انعام اوبخشش غوښتونكي دي اوغواړي چي دافغانستان دپيښوپه اړوندهم نړيوال اوهم دافغانستان حكومت دپاكستان ځانګړي رول ته پاملرنه وكړي ،اوپه دي هكله بايد پاكستان ته په زياتواقتصادي اوحتي سياسي امتيازاتوقايل شي . دساري په توګه پاكستان غواړي چي دافغانستان په بيا رغونه كي دټولوهيوادونه پاكستان ته ډيره ونډه وركول شي ، پاكستان ددي غوښتونكي دي چي دبيا جوړوني اورغوني په اړوندچي كوم موادواولوازموته اړتيا وي بايد له پاكستانه واردشي دغه رازپاكستان دافغانستان په سياسي اوحكومتي چاروكي دداسي څيروغوښتونكي دي چي دپاكستان سره دښومناسباتوتاريخ ولري يوه خبره چي ډيره څرګنده اوروښانه ده هغه داده چي پاكستان دافغانستان ديوه ګاونډي په توګه ددوه نيمولسيزوپه بهير كي دافغانستان په اړه دنړيوالوله نظره ډيرد پاملرني وړهيوادپه توګه ګڼل شوي وو،دسياسي پروګرامونونه نيولي بيا ترجګړه ييزو پلانونوپوري ټول دپاكستان په مشوره اوعمل ترسره كيدل ،موږددوه نيمولسيزوتاريخ ته نه ورګرځويوازي دومره وايوچي پاكستان اوس هم دپخواني خوي اوعادت له مخي دافغانستان دسياسي پيښواونوروسرنوشت جوړونكومسايلوپه اړه دخپل پخواني موقعيت په خيال اوفكركي دي ،په داسي حال كي چي او س نه يواځي داچي دافغانستان حالات بدل شوي اوافغانستان هغه دپينځه لسواوشلوكالومخكي افغانستان نه دي بلكي په نړي اوسيمه كي هم بدلونونه راغلي دپاكستان داستخباراتوځينوچارواكواوځينوبنسټپالوډلو ته دانه ښايي چي دډيروزړو اوزنګ وهلونظرياتوپوچ خيالات له ځانه سره وساتي ،ځكه چي اوس دداسي خيالاتواوپوچونظرياتوزمانه اووخت تيرشوي دي . دپاكستان سياسي ډلي اوداستخباراتوځيني چارواكي چي لاتراوسه دپخواپه څير دافغانستان په هكله ددښميواوبدبينيوپه لاره روان دي بايد په دي پوه شي چي داډول ددښمنيونه ډك چلندونه بيله دي چي ددواړوهيوادوترمنځ په دوستانه اړيكوبده اغيزه وښندي بله هيڅ ګټه تري نه شي ترلاسه كيداي . هيوادونه يواځي په دوستي كي كولاي شي ترڅوديواوبل نه ګټه اوفايده ترلاسه كړي . دمتقابلودوستانه اړيكوپه رڼاكي كيداي شي چي هيوادونه يوله بله سره سياسي اواقتصادي تعلقات ټينګ كړي ،يعني دمتقابل احترام اودرناوي پراصولودګټوترلاسه كول شوني ښكاري ،دابهام اوبدبينيوپه چاپيريال كي داكار نشي ترسره كيدي . پاكستان بايد په دي پوه شي چي دافغانستان په سوكالي اونيكمرغي كي دپاكستان سوكالي اونيكمرغي نغښتي ده ،كه چيرته په افغانستان كي حالات ښه نه وي پاكستان به څنګه وكولاي شي چي اقتصادي ګټي اومنافع ترلاسه كړي ،هم دااوس دسيمي دسوكالي اوغوړيدولپاره عملي هڅي اوكوښښونه روان دي په دي سوكالي كي به ارومروپاكستان هم خپلي ګټي ترلاسه كړي ،محصولاتواوتوليداتوته به يي په سيمه كي دخرڅلاوبازارونه پيداشي اوپاكستان به د صنعتي انكشاف اوپرمختيا په لاره نورپياوړي ګامونه واخلي ،ځكه نوپاكستان ته پكارده چي دسيمي دامنيت او په تيره بيا دافغانستان دامنيت په هكله روښانه اورښتيني تګلاره ولري ا ودافغانستان سره په پوله كي دترورستانومخه ونيسي اودپاكستان په دننه كي دهغوكسانواوډلوپه وړاندي چي دافغانستان په ضد په فعاليتونوكي لاس لري غوڅ اوغښتلي ګامونه واخلي اودتروريزم په ضد د نړيوال ايتلاف ديوه متعهد ملګري په توګه په سيمه كي خپلي دندي په پوره صداقت اورښتينولي سره ترسره كړي . ", دتروريزم په ضددپاكستان هڅي رښتيني دي؟
2807, ګل آغا احمدي وردك,"
ګل آغا احمدي وردك
د افغانستان ځوان فرهنګي كهول او روڼ آندو ځوانانو د هيواد په دې تاريخي شيبو كې يوه داسې بختور يون ته مخه كړې ده چې ډير ژر به د هيوادوالو د ژوند په زياتو ډګرونو كې د لوى خداى (ج) په مرسته د وړانګو د څرك يوه نوې پاڼه پرانيستل كيږي چې پلوشې به يې د هيواد په ګوټ ګوټ كې د هراړخيزې سمسورتيا سره يوځاى موجونه وهي. په دې لړ كې د كلتوري او فرهنګي هڅو خوا ته د افغانستان د ځوان فرهنګي كهول ځانګړې پاملرنه د يادولو وړ ده. هو دا دي ګورو چې په هيواد كې د ننګرهار د نارنج ګل روښانه لړۍ د كندهار انارګل، د وردګو تر مڼې ګل او د زابل تر بادام ګل څخه راتيره د لوګر تر سنځل ګل پورې را ورسيده چې د هيواد په ګوټ ګوټ كې يې د لا زياتې غوړيدنې تمه كيږي. د لوى خداى (ج) شكر دى چې د افغان وياړلي ولس پوهانو او ځوان فرهنګي بهير ته يې د دې ډول يوه بختور يون وياړ ور په برخه كړ. په دې ځاى كې به اړينه وي چې د پښتو ژبې د يوه نوماند، شاعر، ليكوال، اديب، د افغانستان دخلكو د سترخدمتګار او هير شوي ستوري ښاغلي ارواښاد محمد ارسلان سليمي يادونه وكړو د نارنج ګل د كتاب او ۱۳۵۰ هجري لمريز كال ژوندون د مجلې د دريمې ګڼې د څرګندونو له مخې يې په لومړي ځل په ۱۳۴۹ هجري لمريز كال د نارنج ګل دوديزې مشاعرې ته بين الافغاني بڼه وركړه چې ارواښاد سليمي په هغه وخت كې د پښتو د انكشاف او تقويې رئيس وو او د نوموړې روښانه لړۍ د اتل لقب يې تر لاسه كړ. انشاالله چې د يوې ځانګړې ليكنې په ترځ كې به د پښتو ژبې د خپل دغه هير شوي ستورې ارواښاد سليمي په هكله څرګندونې وشي. افغان وياړلى او ميړنى اولس چې د تاريخ په اوږدو كې يې د زمانې له سترو سترو ناخوالو سره د پاخه هوډ له مخې ډغرې وهلې دي، د دې وړتيا لري چې د خپل اصيل كلتور او فرهنګ غښتلي بنسټونه د خپلو علمي، پوهنيزو او كلتوري هڅو په لړ كې نور هم ځواكمن كړي. د افغان ځوان كلتوري يون د خپل روښانه سفر په ترځ كې يو شمير غوره كارونه تر سره كړي او نوموړې لړۍ د افغان ولس د يو شمير ميړنيو فرهنګپالو ځوانانو د كلك ايمان، ټينګ عزم او نه ستړي كيدونكي كار په نتيجه كې په حيراونوونكې توګه پر مخ روانه ده. لومړى: د كلتوري او ادبي ټولنو رامنځته كول ادب او كلتور د ځمكې پر مخ د يوې ټولنې د بقا ضمانت له ځان سره لري. كومه ټولنه چې فرهنګي آرونه، كلتوري يون او ادبي ارزښتونه و نه لري د نا پيژندل شوو او مړو ټولنو په ډله كې راځي. د اسلام مبارك دين هم تر بل هر ديني فكر څخه زيات د ادب لورى ستايلى، په ټولنه كې يې د پوهې، كلتوري ارزښتونو، شاعرانو او ليكوالانو اهميت څرګند كړى او په دې لړ كې يې زيات عملي اقدامات تر سره كړي دي. دا چې نن ورځ د هيواد په ګوټ ګوټ كې د افغان پوهانو او ځوان نسل د كلتوري، مدني او فرهنګي ټولنو د جوړښت غږونه را پورته كيږي په خپل ځاى كې يو ښه زيرى، وړانګيز نوښت، يو دروند خبر او يو نيك فال دى. په دې توګه ويلاى شو چې ډير ژر به د پښتني ادب، كلتور او فرهنګ په پراخ بڼ كې د سمسورتيا او ښيرازۍ بې شميره ګلونه سر را اوچتوي او د افغاني ټولنې فضا به د خپلو عطرينو او ګلورينو وږمو په طراوت سره پالي. دوهم: پښتو مهالنۍ خپرونې د كلتوري او ادبي هڅو په بهير كې د ورځې په تيريدو سره د هيواد له پلازمينې او ګوټ ګوټ څخه د يو لړ پښتو مجلو، ورځپاڼو او جريدو د خپريدو خبرونه خپريږي چې په ډيرو ناڅيزو امكاناتو سره د خپلو خپرونو لړۍ ته دوام وركوي او د افغان ولس لپاره يو ښه زيرى ګڼل كيږي. دې ډول خپرونو د هيواد د كلتوري يون د روڼ آندو او ځوان كهول سلګونو مقالو، ادبي ټوټو، خوږو شعرونو، لنډو كيسو، خبرونو او هراړخيز معلومات ته په خپلو پاڼو كې ځاى وركړى دى. همدارنګه دې ډول خپرونو د دې وړتيا لاسته راوړې ده چې د ټولنې په منځكې د سلهاوو او زرهاوو نوو ادبي ګلونو ټوكيدو ته لاره په ګوته كړي. اړينه به وي چې د ښكليو بنسټونو په پياوړي كولو سره به نوموړې خپرونې نور هم خپل ملي رسالت ترسره او د وخت په تيريدو سره به يې په كميت او څرنګوالي كې غوره زياتوالى رامنځته كيږي. دريم: د ادبي غونډو او بنډارونو جوړول د ادبي غونډو او بنډارونو جوړښت يو بل نيك ګام دى چې د افغانستان د كلتوري يون په ترځ كې پورته كيږي. نوموړې غونډې په دې توانيدلې دي چې د فرهنګپالو افغانانو د شعري او نثري ليكنو په كره كتنه كې جوت رول و لوبوي، افغان فرهنګيان له يو بل سره پيژندګلوي حاصله كړي، د خپلو هيلو د سمسورتيا لپاره د زړه خواله وكړي، د دې لارې له د مخكښانو له تجربو څخه ګټه پورته او د سلګونو تازه ګلونو په شعري او نثري ليكنو د نظر څرګندونې وكړي. په همدې ډول د ادبي غونډو او بنډارونو په ترځ كې د فرهنګي يون د مخكښو ستورو يادونه كيږي، حق يې په ځاى او له تجربو څخه يې ګټه پورته كيږي. همدارنګه د دې ډول غونډو په ترځ كې د ځينو هغو نوو كتابونو مخكتنه صورت مومي چې نوى يې د چاپ زيور په ځان كړى وي. د دې ډول غونډو بله ګټه دا ده چې د غوره احساس والا افغان فرهنګپال ځوان ته د داسې يوه الهام د حاصلولو چانس په لاس ورځي چې خپل خداى وركړي ذهن او استعداد ته نوره هم وده وركړي. څلورم: د نوو كتابونو چاپول د دې روښانه لړۍ په ترځ كې د افغان ولس كلتوري ډګر د هيواد په داخل او بهر كې د خپلو پوهانو، ليكوالانو او شاعرانو د سلګونو او حتى زرګونو كتابونو د خپريدو ګواه دى چې په څو تيرو كلونو كې د ډول ډول ديني، كلتوري، ادبي، فرهنګي، سياسي، ټولنيزو، تاريخي، اقتصادي، روغتيايي او هراړخيزو موضوعاتو په هكله خپاره شوي او نوموړې لړۍ مخ پر وړاندې روانه ده. د كتابونو خپريدل افغان ولس ته يو ښه زيرى او يو خوږ الهام له خپل ځان سره لري. البته په دې توګه چې ډير ژر به زموږ د ټولنې د عامو وګړو تر منځ د كتاب سره د مينې، ليك لوست، مطالعې او څيړنې وړتيا رامنځته كړي او په هغه صورت كې به بيا افغان فرهنګي يون په دې توانيدلى وي چې د خپلو لويو لويو او روښانه موخو هسكو پوړيو ته ورپورته او خپله ټولنه له راز راز ناخوالو څخه وژغوري. پنځم: د پښتو بريښنايي پاڼو يا ويب سايټونو رامنځته كيدل انټرنيټ او انټرنيټي خدمتونو نه يوازې د افغانانو بلكي د نړۍ د ولسونو د زياتره انسانانو په ژوند ژورې اغيزې كړې دي. د انټرنيټ پراخ جال په دې توانيدلى چې د يوه وړوكي ماشين په وسيله نړۍ سره وتړي چې پښتنو ليكوالو ورته د نړيوال كلي نوم روكړى دى. اړينه خبره دا ده چې پښتانه په دې نړيوال كلې كې د سيالۍ ډګر ته راووزي او د هغه د مثبتو اړخونو څخه د خپل ولس د پرمختګ په لاره كې تر بل هر چا زياته ګټه پورته كړي. د انټرنيټ بريښنايي پښتو پاڼو افغان ليكوالو، شاعرانو، پوهانو او اديبانو ته د دې وړتيا په برخه كړې ده چې له يو بل سره په آسانۍ و پيژني، اړيكې ټينګې كړي او د خپلو افكارو راكړه وركړه صورت ومومي. همدارنګه ليكوالان او پوهان كولاى شي چې خپلې هيلې او آرمانونه په بيړنۍ توګه د نړۍ له ختيځ څخه لوديځ او د نړۍ له سهيل څخه شمال ته ورسوي، د خپلې ټولنې د ناخوالو او ښيګڼو څرګندونه وكړي، د خپلو غمونو او ښاديو په هكله د افغان ليكوالو تر منځ د مشترك دريځ د پيداكولو لارې چارې ولټوي او بالاخره له خپلو لوړو ملي ګټو څخه د دفاع د څرګندولو وړتيا ترلاسه كړي. د انټرنيټ آسانيتاوې نه يوازې د ليكنې په ليږدولو پورې محدودې دي بلكې د دې وړتيا لري چې هر راز ويديويي، آديويي، تصويري او ليكلې بڼه د نړۍ بلې خوا ته په ډيره آسانۍ او بيړنۍ توګه واستوي او د نورو د راليږل شوو آسانتياوو له مثبتو اړخونو څخه دخپلې ټولنې د پرمختګ په لاره كې كار واخيستل شي. د افغان فرهنګي يون په ترځ كې ياد شوو او داسې نورو مثبتو ګامونو ته پراختيا وركول به له افغان وياړلي ولس سره د خپلو لويو لويو هيلو په تر سره كولو كې زياته مرسته وكړي. ډير پښتانه روڼ آندي او نړيوال پوهان په دې عقيده دي چې هله به افغان ولس د ناخوالو له ګردابونو څخه د نيكمرغۍ په سمسور ډګر ورګډيږي چې په خپله ټولنه كې د پوهنيزو، علمي، كلتوري، مدني او ادبي بنسټونو په پياوړي كولو سره قانون را ژوندى او پلى كړي. بايد وويل شي چې په افغاني ټولنه كې د قانون د رغولو او پلې كولو لپاره همدا يوه لاره ده چې ځينو بنسټونو ته يې په لنډه توګه د دې ليكنې په ترځ كې ګوته و نيول شوه او د لا پراخوالي، كره كولو او معياري كولو لپاره يې لا زياتې هڅې په كار دي. دې مبارك بهير ته چې د افغان ولس په غيږ كې د سترې غميزې څخه وروسته بيا را ټوكيدلى، د روښانه سيالۍ نوم وركول كيږي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه يې د لا پياوړتيا غوښتونكي يو ",روښانه سيالي ( ا فغانستان ادبي بهير ته لنډه کتنه )
2808,,"
١٣٨٤ د غبرګولي ١٠
کابل : په افغانستان کې هم ځای ځای نن د سېګرېټ نه څکولو لپاره نړيواله ورځ لمانځل کيږي .
يوۀ لوړ پوړي افغان چارواکي چې د خپل نوم له اخيستلو يې ډډه وکړه وويل چې اوس په افغان حکومت کې دننه دا بحث روان دی چې په دفترونو او عامه ځايونو کې د سېګرېټو په څکولو بنديز ولګول شي که نه .
د دغۀ چارواکي په وينا د افغانستان د روغتيا وزير ښاغلی فاطمي په سېګرېټو باندې د بشپړ بنديز پلوی دی .
په همدې ترڅ کې له هرات څخه خبرونه وايي چې هلته ځايي چارواکو پر ټولو دفترونو غږ کړی چې پکې به د سېګرېټو له څکولو ډډه کوي .
",په هرات کې پر سېګريټ څکولو بنديز لګيدلی
2809,,"
یادونه : دتقلیدپه اړه داسلسله دشیخ الاسلام حضرت مولانا مفتی محمد تقی عثمانی صاحب داردوکتاب (تقلید کی شرعی حیثیت)ژباړه ده باید یادونه وکړم چی دتقید په اړه دامضمون لیکل دتعصب په وجه نه دی اونه ددی لپاره چی غیر مقلیدینو رونوسره مو دمناظری میدان خلاص کړی وی بلکه دبینوادمسؤلینو په غوښتنه ترڅودتقلید شرعی حیثیت څخه باخبره وواوسو ژباړل شوی . دتقلید حقیقت ددی خبری څخه څوک انکار نشی کولای ددین اصل دعوت دادی چی دالله ﷻ اطاعت اوبندګی وشی تردی چی دنبی کریم ﷺ اطاعت هم ځکه واجب دی چی هغه په خپل عمل او وینا سره دالهی احکامو ترجمانی کوی . کوم شی حلال کوم حرام دی ؟ کوم جایز اوکوم ناجایز دی ؟ پداسی معاملاتو کی خالص داللهﷻ اورسول ﷺ اطاعت لازم دی څوک چی الله اورسول څخه علاوه بل څوک مستقل بالذات (چی یوازی دهمغه تابع وی )داسلام ددایری څخه خارج دی نو پدی اساس په هر مسلمان لازم د ی چی دقرآن اوسنتو پوره اطاعت وکړي . په قرآن او حدیث کی بعض داسی احکام دی چی هرلیک لوست کونکی پری پوهیږی لکه اللهﷻ فرمایی ولایغتب بعضکم بعضا ژباړه : تاسو خپلو منځوکی یوبل پسی خبری مه کوۍ هرپه عربی پوهیدونکی ددی ایات په مقصد پوهیږی حدیث شریف کی فرمایی لافضل لعربیّ علی عجمیّ عربی ته په عجمی فضیلت نشته ددی بر عکس په قران اوحدیث کی بعضی دلسی احکام دی چی ابهام اولنډیز پکی وی یاداسی وی چی دبل ایات یا حدیث سره متعارض وی . لکه : وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلاَثَةَ قُرُوَءٍ : طلاقه شوی ښځه به دری (قروء)انتظارتیروی پورته ایات کریمه کی دطلاقی شوی ښځی دعدت بیان دی . ورته یی قروءلفظ ذکر کړی په عربی کی دالفظ حیض لپاره هم استعمالیږی اوطهر(پاکوالی )لپاره هم که اوله معنی تری واخلی مطلب به یی داشی چی طلاقه شوی ښځه به دری حیضه انتظارکوی اوکه دوهمه معنی واخلی نوبیاتری دری طهره تیرول مراددی . اوس نو مشکله داده چی په کومه معنی یی عمل کوی حدیث : مَنْ کانَ لَهُ اِمَامٌ فَقِرَاءةُ الاِمَامِ لهُ قِرَاءَ ةٌ : څوک چی امام پسی ولاړوي دامام قرات دده قرات دی اوبل حدیث کی دی : لاصَلوة اِلاّ بِفَاتِحَةِ الْکِتَابِ (بخاری ) : دسورة فاتحی نه غیر لمونځ نه کیږی اوس به نو څنګه معلوموی چی په کوم حدیث عمل پکار دی . دقران کریم اواحادیثوڅخه په مسایلو راویستو کی سړی ته دادول ډیری ستونزی رامنځ ته کیږی دحل یوه لارخویی داده چی په خپل عقل اوبصیرت اکتفاوکړی په کوم دی چی زړه غواړی عمل شروع کړی یاخو داچی وګورو پخوانیو اکابرینو علماؤ پکی څه ویلی هغوۍ کی چی بیاڅوک په قرآن اوحدیث زیات پوه وي دهغه به فیصله عمل وکړی . که دانصاف څخه کار واخستل شی نو اوله رایه زیاته خطرناکه ده اوامکان لری په بعض نازکو مسئلوکی زان دایمان څخه خلاص کړی اودوهم صورت چی داکابرینو علماءکرامو رایی ته وکتل شی ډیره محتاط او ناقابل انکار حقیقت دی کوم علماءچی دقرآن کریم دنزول زمانی ته نژدی وو هغوۍ زمونږ څخه په عقل بصیرت ،تقوی اوعلم کی زیات وو ددی په خلاف مونږ دقران دنازلیدو دزمانی څخه دومره روسته پیداشوی یوچی دقرآن په مکمل پس منظر پوهیدل راته ګران دي نو څنګه به تری مسئله راوباسو. دپیچیده مسئلی په حل کی چی مونږدکوم عالم رایه منوداتقلید بلل کیږی کومی مسئلی چی بی اختلافه اوڅرګندی وی په هغی کی دتقلید اړتیا نشته پدی اړه دعلماءکرامو اقوال : نوربیا ",دتقلید شرعی حیثیت
2810,,"
کابل : : ميرويس جلالزی پیښه د یکشنبه په ورځ په جنوبي وزیرستان کښي وروسته له هغه رامنځ ته شوه چه یو پاکستانی لوړ پوړي جنرال له مطبوعاتو سره په مرکه کښي وویل چه په نوموړي سیمه کي د القاعده او طالب جنگیالي شتون نلري اوټول د پاکستاني پوځي عملیاتو په ترڅ کښي له منځه تللي دي .د جنوبي وزیرستان دا مشر وزیر نومیږي چه له خپل کور نه د وتو په حال کښي له ساتونکو او موټر چلونکي سره یو ځای د نامعلومو وسلوالو له خواه ووژل شو. د پیښي په اړه تر دې مهاله نور جزیات ندي راغلي او نه هم چاه د دې وژني پړه پر ځان منلې
",د پاکستان او افغانستان تر منځ پرتو پلو کي یو قبایلي مشر ووژل شو
2811,,"
",
2812,,"
ولي شاه طبيب
نن چه دتنباکوپر خلاف نړيواله ورځ دنړي په هرګوټ کښي نمانځل کيږي ،دکندهاردطبي ډاکترانو ټولني دکندهار ښاري پولي کلينيک دکنفرانسونو په کوټه کښي دتنباکو پرضد طبي کنفرانس داير کړ ، کنفرانس دپاک اوبي نيازه خدای ج په نامه يادولو سره شروع سو ، دکنفرانس په شروع کښي دکندهار دعامي روغتيا مرستيال او دکندهاردطبي ډاکترانو دټولني رئيس داکترعبدالجبار دتنباکو پرضد دنړيوالي ورځي اهميت او موخي وبرخوالو ته بيان کړه ، وروسته ډاکترپاينده محمد ارغندابی دتنباکوداضرارو په هکله جامع ،طبي کنفرانس ورکړ ، نوموړي دتنباکوو داستعمال لنډه تاريخچه ، دتنباکو ناوړه اغيزي دوجود برمختلفو اعضاوو بيان کړي ،همدارنګه ډاکتر ارغندابي دتنباکو ناوړي اغيزي دماشومانو ،ميندو او بالاخره په ټولنه کښي بيان کړي او دتنباکو دپريښولو لاري چاري يي واورولي ، دکنفرانس په اخيره کښي دبرخوالو پوښتنو ته جوابونه وويل سول . په ختم کښي دکندهار دطبي ډاکترانو ټولني رئيس ډاکتر عبدالجبار دډاکتر ارغندابي څخه مننه وکړه او وي ويل چه نوموړي ټولني وړانديز کړيدی چه دکندهار په ټولو روغتيايي کلينيکونو او روغتونو کښي دي دتنباکوو پر استعمال بنديز ولګول سی ، دکندهار دروغتيايي هم اهنګي کميټي نوموړی وړانديز منظور او دعامي روغتيا رياست ته يي دعملي اقدام لپاره وړاندي کړ ، دعامي روغتيا رياست په خپل وار ټولو کلينيکو ته رسما خبر ورکړ چه دتنباکوو استعمال په کلينيکو کښي منع دي
",دکندهاردطبي ډاکترانودټولني په نوښت دتنباکوپه خلاف طبي کنفرانس دايرسو
2813,آنجنیرذکریا,"
آنجنیرذکریاهالنډ۳۰/۰۵/۲۰۰۵
نن مي کله ،چي د انټر نيټ افغاني سايټونه کتل نو په یوه سایټ کي مي دامریکا د متحدو ایالتونو سره د افغانستان د ستراتیژیکي همکاریو په هکله خورا ډیري لیکني تر سترګو سولې او په ډیر ځیر سره مي د هغو په لوستلو پیل وکړ .دا ځکه چي زما په آند دا یوه ډیره ارښتناکه او حیاتي موضوع ده او ټول افغاني روڼ آندي دنده لري په دې اړوند خپله رایه څرګنده کړي .خو لکه څنګه چي نوموړي سایت د پښتنو ضد افغانستانیانو لخوا ډیر کار یږي او هر کله زیات شمیر پښتني ضد تبلیغات کوي او د افغانستان نور لږکي میشت قومونه د پښتنو پر ضدلمسوي ،نوځکه ئې بیله یوې نه د نن ورځي ټولي لیکني هم ددغو سترتیژیکي اړیکو د ټینګیدو مخالفي دي .زه دا نه وایم ،چي ټوله خلګ باید ددي همکاریو نه ملاتړ وکړي ،خو دومره ویل غواړم ،چي ددغي ارزښتناکه موضوع د څیړلو په وخت کي بایدیوازي او یوازي افغانی ګټی په نظر کي ونیول سي او ددې مسئلې د بحث په وخت کي د افغانستان ملي ګټو ته د هغه زیانونه او بریاوي وارزول سي او که چیري دا مسئله د ګاونډیو سره په اړیکو کي هم څیړل کیږي نو بنسټیز اصل باید افغاني ملي ګټي وي .اوس به راسو نوموړو او ځینی نورو هغو لیکنو ته ،چي په تیره اونۍ کي په دې هکله لیکل سویدي .خو زه نه غواړم د چا نوم او تخلص اویا ئې د مقالې نوم یاد کړم ،ځکه چي زما موخه دانه ده ،چي پر کوم چا نیوکه وکړم بلکې موخه مي داده ،چې دافغاني روڼ آندو تر مینځ په جر او بحثونوکي سړی کولای سي په ډیروشیانو پوه او په ډیرو واقعیتونو خبر سي .که چیري د کومي خبري د څیړلو په وخت کي کوم نقل قول راوړل کیدی او دهغه نه کوم څوک په دې پوهیدی چي دا د چا د لیکني په هکله خبري کیږي ،نو دابه یوه ناچاری وي او هیله من یم ،چی نوموړي لیکونکي به مي وبخښي او زما نه خپه نه سي . له بده مرغه په نوموړو لیکنوکي زیاتره برخه ،د افغاني ملي ګټو د ارزولو نه پرته وچ کلک دګاونډیو هیوادونو د ګټو په هکله خبري سویدي ،خو یوه اندازه (که څه هم ډیر لږ )افغاني ګټو ته د هغه یادونه هم پکي سویده ،چي زه اوس غواړم وئې ارزوم .یو ددغو ښاغلیو نه وائې : ولس ته ﻻ تر اوسه ددې مسئلې ليرليد سم او شفاف نه دی بيان سوی او دا خبره نه ده سپينه سوې چې ددغه دايمي پوځي اډو سناريو به زموږ د هېواد راتلونکې ته څه زيری ورکوي او هغه به چيري بيايې؟ زما له نظره له هر څه نه مخکي خبره پر ستراتژیکو اړیکواو همکاریو ده نه پر (دایمي پوځي اډو)،ځکه په سیاست کي هيڅ شی دايمي نه دي او زما په آند دغه نیوکه پر ځای ده ، چي حکومت بایدولس ته په پراخه کچه ددغو ستراتیژیکو همکاریو په هکله مالومات ور کړي اوله بله پلوه روڼ آندي هم ملي دنده لري په دې هکله هر اړخیزي څیړني او ارزوني وکړي تر څو ټول ملت د هغه په ګټو او زیانونو پوه سي ،خو یو ځل بیا تکراراْ وایم ،چي په دې هکله باید احساساتي چلند ونه سي او نه هم داسي مسائل مطرح کړي ،چي هغه د ملت په درد هیڅ نه خوړل کیږي .وګوری یو داسي وائې :( نفوذ وحضور بیگانه , خصال آزادی دوستی و آزاد ه گی مردم بیگانه ستیزمیهن را زایل میکند( یعني دده منظور دادی که بهرنیان په افغانستان کي حضور ولري اونفوذ وکړي دا نو ډیر بد کار دي اودا کار د خلګو دپردي ستیزي روحیه خرابوي .يعني ددغه ښاغلي له نظره موږ باید له بهرنیانو سره د همکارۍ او دوستۍ اړیکي ونه لرو دا ځکه ،چی زموږ دخلګود پردیو نه کرکه لري .حال داچي دا سمه خبره نه ده .زموږ خلګ دتیریو کونکو په مقابل کي کرکه لري نه دهغه چا په وړاندي چي ددوي سره مرسته کوي .که دده منظور داوي چي د افغانستان خلګ د روسانو په وړاندي ودریدل او وجنګیدل ،دادې د پردیو سره د افغانانو کینه نه بولي ،نو روسانو خو زموږ پر خاوره پوځي تیری کړی وؤ ،خو نړیوال ائتلاف د ملګرو ملتونو د پریکړي سره سم افغانستان ته راغلي دي ،چي دي ته تیرۍ نه سو ویلای او د همدې امله هیڅ یوه هیواد په نړۍ کي ددې سره مخالفت ونه کی ،حال داچي د روسانو د تیري په وړاندي د نړۍ ۱۲۳ هیوادونو او دملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۵ دایمي غړو نه ۴ ئې دغه تیرۍ په کلکه وغندې او روسانو ونه سوای کړلای ددغه لپاره کوم قانوني ثبوت پیداکي .خو زما لپاره د حیرانتیا خبره داده ،چي همدي ښاغلی د روسانو پوځیانو ،لینن ، کریملن او آن د کلاشنیکوف مرمۍ ته ئې لا شعرونه ویل خو نن بیا د پردیو سره د کرکي خبري کوي . آیا روسان پردې نه بلکې زموږ ډیر نژدې خپلوان وه ، چي ده د هغو په وړاندي د داسي کینې او خصومت نه کار نه اخستی. له بله پلوه ده څه موده مخکي امریکائي او ائتلافي ځواکونو ته »فرشته های صلح » ویل ،خو اوس نه پوهیږم څه پیښ سول ،چي د سولي دا ملایکي اوس »میراث خواران امپریالیزم بریطانیا ی کبیر» سول او آن د احمد شاه مسعود د وژلو پړه هم دهغو په غاړه ولویدله او پخوا به ئې لویه جرګه د افغانانو منلۍ دود بلی خو اوس بیا داسي وایې « از ین کجروشیهای آشکار یک نتیجه منطقی بدست می آید که سناریوی 11 سپتمبر ترورفرمانده مسعود ، کنفرانس"" بن "" لویه جرگه ها ی طراز قرون وسطایی صحنه سازیهای انتخاباتی برای ریاست جمهوری وشورای ملی وآزادیهای بی پشتوانه مردمی یک هدف ستراتیژیک داشته ا ست ودارد تا نخست آخرین پا یگا ههای مقا ومت ملی دموکراتیک ومردمی کشور درهم شکسته و جاروب شود و آنگا ه چاووشان( طلایه داران وپیشقراولان) سلاطین نفت از افغانستان به حیث تخته ء خیزی بسوی ثروتها و بازار کشورهای نو استقلال آسیای میانه بوِیژه بسوی میدانهای گاز ونفت سرشار بحیره خزر(1) گامهای نوینی بلند نمایند.«زه پوه نه سوم دده منظور د مقاومت نه د چا مقاومت دی ؟آیا د طالبانو حملو ته دی اوس د هیواد دخلګو ملی او دموکراتیک مقاومت وائې ؟پخوا خوئې هغوی ته ډیري سپکي سپوري ویلې اوس څه پیښ سول ،چي هغوی ته د مقاومت مردمي خبري کوي؟یاکیدای سي دده منظور د نظار شورا او شمالی ټلوالی له جګړه مارو نه وي او په هغوی ډیر خپه وي،چي آن هغوی ته پا یگا ههای مقا ومت ملی دموکراتیک ومردمی کشوروائی .که چیري د نوموړي منظور رشتیا هم نوموړي جګړه مار وي ،بیا نو ددې ځخه داسي معلومیږې ،چي دغه ښاغلي ددومره سترو علمي درجو د لرل،چي هر هکله ئې پر ځای او بیځایه د خپل نوم سره لیکي ،سخت تر پوښتنی لاندي راځي .که د خلګو د ملي دموکراتیک مقاومت پایګاه وي دغه جنګسالاران او لوټمار وي ،نو وای ددې خلګو پر تیر ،اوس او راتلونکی .خوزما په آند دلته باید حتماْ تر کاسې لاندي نیم کاسه وي .اویا دي هم د نورو افغانستانیانو غوندي وارخطادي ،چي ددې ستراتیژیکي همکاریو په نتیجه کي به افغانستان وده وکړي او دا به دده او دده غوندي نورو افغانستانیانو لپاره ډیر ستر ناورین وي.د نوموړی ښاغلی خبري زیاتره دومره ضد او نقیضی وې ،چي قطعاْ د چا سر نه په خلاصیږي ،چي دی څه وایې او څه غواړي ،کیدای سي اروائي ناروغي به لري؟یو بل ښاغلې بیا ددې خاطره ،چي د روسانو تیری ته قانوني بڼه ورکړي او سم ئې وښیي ،داسي لیکي : همهء مردم ما شاهد هستند که گروهای بیرون رانده شدهء مجاهدین از کابل در نتیجهء یکبازی استخباراتی، برای بازگشت بقدرت از کیها که استمداد نجستند، تجربه دعوت از شوروی وروسیه که بار اول بوسیلهء امیر نامدار افغان، عبد الرحمان خان در جنگ قدرت علیه خانوادهء خودش وبخاطر کسب قدرت آغاز وانجام پذیرفته وامیر الموءمنین جناب عبد ا لرحمان خان مهماندار روسها بود، در زمان امان اله خان نیز این اقدام مورد بر رسی قرار گرفته ولی بپایهء اکمال نرسید، اما دولت شاهی تمام امکانات نظامی خود را از طریق روسها تهیه میکرد وروابط خیلی نزدیک نظامی را با دولت شوروی بر قرار کرده بود ، آن سیاست در دوره مرحوم داوود خان ادامه یافت تا اینکه دولت ج .د.خ .ا نیز برای دفع وطرد مداخلهء خا رجی وبصورت قانونی قطعات شوروی را به افغانستان دعوت کرده بود، بار دیگر در شرایط کاملاءجدید تکرار شد.دغه ښاغلي ددې لپاره ،چي روسي پوځي تیرۍ ئې توجه کړې وي نو افغانستان ته د روسي او یا نورو هیوادونو د سیاسي هیئتونو راتلل ،د هغه هیواد د پوځي یرغل سره یوشاني ارزوي .حال داچي کیدای سي یو هیوادد بیلابیلو هیوادونو سره سیاسي،سوداګریزي،کلتوري او ډیپلوماټیکي اړیکي و لري،خو دا په دې مانا نه دي چي نوموړي هیوادونه دې پر هغه پوځي تیرۍ وکړي.دې بله خبره داکوي ،چي دافغانستان دولت دوی په قانوني توګه رابللي وه ؟ تر اوسه خو په دې اړوند هیڅ ثبوت نسته او دهغه وخت د حکومت ټولو لوړ پوړو چار واکوویلي دي ،چی دا یو تیرۍ وؤ او شوروي پوځیان هیڅ چا افغانستان ته نه وؤ بللي .نو دا د خلګو په سترګو کي د خاورو اچول ،د بهرنیو یرغل ګرو تبرئه کول او د دښمنانو په ګټه د خپلو ملی ویاړونو او ګټو نه تیریدل دي ،چی دا دافغان باتور ملت سره ستره جفاه ده.دې د شمالی ټلوالي په هکله وړاندي وایی : ولی اینبار حاکمیت جهادی ایکه کابل را بدون کوچکترین مقاومت تحت بهانهء جلوگیری از خون ریزی شهریان کابل، ترک کرده بود، برای بدست گرفتن لقمهء چرب حاکمیت از دست داده بوسیله خودش، وآنهم در یک قمار بی سنجش ونا عاقبت اندیشانه وبدون گرفتن تضمینهای قابل اعتماد از جیزگر بزرگ دوران ، نه بیک آدرس بلکه بده ها آدرس وکشور مراجعه کرد، تسلیحات نظامی بدست آورد و حمایت روسیه را که زمانی ببادار ما شهرت داده بودند طوری کمایی کرد که تمام احتیاجات شان از آن طریق بشمول چاپ ونشر پول تا آمدن دولت موءقت وحتا تا تغیر بانکنوت بر آورده میشد وهنوز آن کمکها شاید در مقیاسی محدود ادامه داشته باشد، خوب کردند که نگذاشتند تا غلامی(!) ما دوام کند لذا خود این وظیفهء پر مشقت را بدوش گرفتند ولی دین وعقیدهء روسها تغیر نکرده وهمان است که بود، ولی برای محتاجان جدید قا بل قبول وبسیار پذیرفتنی شده بودندوبعد قرارداد های جدید، از بکار بردن کلمات کفر وکمونیست در مورد روسها اکیداء جلوگیری شد. دۍ دشمالي ټلوالي نه مننه کوي ،چي دوي ئې د روسانو د غلامې نه خلاص کړل اوخپله ئې د غلامې کړۍ غاړي ته واچول اونه يوازي دغه د مشقت نه ډکه دنده ئې پرخپله غاړه واخستله بلکی روساونو ته د کفر او کمونست د ويلو نه ئې هم مخنيوې وکی .نوموړې ښاغلي داسي يوه انديښنه ښيي: با وجود تجارب جهانیان در مورد بقای دوامدار امریکاییها در جاپان، کوریای جنوبی ،آلمان وسایر کشور های اروپایی، امریکای مرکزی وجنوبی، شرق میانه و افریقا ،بامدتی بیشتر از 50 سال ، با وجودی که آن کشور ها به هیچ وجه بآن ضرورت ندارند ولی قطعات عسکری ودولت مربوطهء شان بآن مناطق ستراتژیک ومهم ضرورت دارند، آیا تضمینی وجود داردکه هر وقتی مردم ما خودرا بی نیاز از موجودیت این نیروها احساس کنند وتقاضای خروج آنها را نمایند ، مقاومتی صورت نخواهد گرفت ومخالفتهای مسالمت آمیز مردم بخاک وخون کشانیده نخواهدشد.تشویش پیدا میشود که آیا ما با این نوع دوستی های نظامی برای خود مشکلات خلق نمیکنیم؟، با موجودیت نیروهای نظامی تا دندان مسلح ابر قدرت جهان آیا ما خود قدرت تصمیمگیری در مسایل سر نوشت ساز داخلی ومحیط ما حول مان را خواهیم داشت ؟، ما صاحب حاکمیت ملی واستقلال اراده خواهیم بود ؟په نوموړو یادو سوؤ هیوادونوکي خو هیڅ دهغه هیواد خلګو او حکومتونو ددغو اډو د وتلو غوښتنه نه ده کړې .دا دامانا لري چي نوموړی اډې ددغو هیوادونو د خلګو په ګټه دي .که داسي نه وای نو هغوي به په دې اړوندپراخ احتجاجونه کړي وای ،چي داسي نه دي سوي .اما د نوموړي لیکونکي زړه ډیر ورته تنګ دی ،چي دغه پوځي اډې ولي د نوموړو هیوادونو نه نه وزي .د نوموړو هیوادونو خلګو هرومرو په امریکائي پوځي اډو کي ګټه لیدلې ده او خپل پر مختګ د دغو ۵۰ کلنو همکاریو پایله بولي.دغه ښاغلې هم په اخر کی په دې ټکي اعتراف کوي ،چي په افغانستان کي پخوا هیڅکله هم داسي ډیموکراسي نه وه لکه اوس چي ده .او ډیموکراسي د هر هیواد دودي اصلي محرک ده.بی نیاز از تذکر است که هر انسان آزادی دوست ، مترقی ودموکرات ، جنگ وستیزه جویی افرطیون بظاهر مذهبی را علیه حاکمیت فعلی نباید تایید کند، برعکس از هر اقدام وتلاشی در راه دموکراسی، تأمین آزادیهای سیاسی وفردی مفید بحال مردم، از باز سازی ونو سازی، از مبارزه علیه ظلم وفساد، از پیروزی حاکمیت نظم وقانون وختم زورگویی ، خودسری، مردم آزاری، باجگیری وجریمه کردنهای شخصی و خلع سلاح همه گروها وباند های تبهکار باید حمایت وپشتیبانی صورت گیرد. ځینی کسان خوبیله دې چي د حکومت د لوړ پوړیو چارواکو خبري په پام کي ونیسي دومره بد نظر لري چی د ځانه داسي حکم کوي :از قراين چنين معلوم ميشود که حکومت کنونی افغانستان که موجوديت خود را مرهون حضور نظامی ايالات متحده ميداند، کوشش دارد تا مسئله را به پارالمان کشور محول نسازد و آنرا قبل از تثبيت نمايندگان پارلمان، توسط يک جلسه يا در بهترين حالت طی يک لويه جرگهء فرمايشی شکلآ قانونيت بخشد.حال دا ،چي لوړپوړو حکومتي چارواکو په وار وار ویلي دي ،چي په دي هکله پریکړه به هرو مرو راتلونکي منتخب پارلمان کوي.یوبل ښاغلۍ بیا وایې : امريکا يي چارواکي دا ادعا کوې چي دوي په کورنۍ جگړه کښې دښکيل يوه اړخ سره دنظامي او سياسي مرستو په تر سره کولو سره غوښتل افغانستان دپخوانې شوروې له تاثيراتو او تعرض نه په امان کي وساتي ،افغان ولس ته دمنلو وړ ځکه نده که دافغانستان دسياسي او اقتصادي اړيکو تاريخ په ځير او بيطرفۍ سره مطالعه کړو امريکا يي چارواکي وه چي دخپل دا شان تنگ نظره سياست دپلي کيدو په اساس چي افغانستان ديوه مستقل هيواد په توگه بايد يوازي له امريکا او يابل هغه هيواد سره چي امريکا يي غواړي بهرنۍ اقتصادي او سياسي اړيکي ولري اوبس ،که چيري دافغانستان چارواکو پدغه شان اړيکو کي يوه اندازه دهيواد ملي گټي په نظر کي نيولو سره دنړۍ دنوروهيهوادو سره دروابطو دټينگولو تکل کړۍ سمدستي دامريکا يي چارواکو له طرفه ويل کيده چي افغانستان دشوروي تر نفوذ لاندي دۍ اونه غواړي په اصطلاح دازاد بازارلرونکو هيوادو سره اړيکي ونيسي که یو ځل د سړې جګړې وخت ته نظر واچول سې ،نو په هغه وخت کي اړیکي داسي وې، چا چي به د امریکا د متحدو ایالتونو نه مرستي تر لاسه کولې بیا نو شورویانو هیڅکله د هغه هیواد سره مرسته نه کول .همدغه رنګه هغه هیواد چي شوروي ته به ئې تمایل درلود نو بیا به امریکایانو د هغه سره مرستي ته زړه نه ښه کاوه .شوروي اتحاد هم هیڅکله د پاکستان سره مرستی ته زړه نه ښه کاوه اودا دهغه وخت یو معمول وؤ.زما له آنده د هغه وخت د حکومتونویوه تیر وتنه دا وه ،چي دوی دا «بې پري توب » ونه سوای کړلای دافغانستان د ابادې لپاره د هیڅ یوه پر مختللي هیوادنه مرسته او همکاري تر لاسه کړي .خو په ټوله نړۍ کي داسي یو هیواد هم نسته چی د روسانو سره په دوستي کي ئې کومي ودي او پرمختیا ته لاس رسې پیداکړی و اوسي ،ولي د غربي هیوادونو سره ئې بیلګې ډیري دي .له بله پلوه زما په آند بې پرې توب اصلاْ خپله هدف نه دی او نه کوم څه هیوادونو ته ورکولای سي .اصلي موخه داده ،چي د سمو پالیسیو په انتخابولو سره باید داسي شرایط رامنځ ته سي ،چي هغه د هیواد داقتصادي،تخنیکي او کلتوري ودي سره مرسته وکړي .ولي زموږ دغه د «بې پرې توب » سیاست زموږ د هر اړخیزي ودي په مخ کي یو خنډ وه .ولي ددې نه په هیڅ صورت زما منظور دانه دې ،چي موږ باید پر نورو تیرې وکړو او یا دوستانه اړیکي ورسره ونه لرو.بلکی د پر مختللي یوه غښتلی هیوادد دریځ نه موږ کولای سود نورو هیوادونو سره لا ګټوري او پر درناوي ولاړي اړیکي ولرو .دا به هرومرو د ټولو افغانانو لپاره خواشینونکي وه ،چي په افغاني پاسپورټ هیڅ یوه هیواد افغانانو ته ویزه نه ورکول ،دغه وه د شورویانو سره د دوستۍ ګټه ،خو زه فکر نه کوم د داسي یوه هیواد خلګو ته ،چي دامریکایانو سره دوستي لري ،څوک دي داسي سپکاوې وکړي . اونوموړي ښاغلې بیاوړاندي وایې : غربي هغو هيوادوکوم چي دامريکا سره يې ښي اړيکي لرلې هم دافغانستان په اړوند دامريکا دخوښې سياست پلۍ کاوه . دا سې په سلهاونور مثالونه تاريخ پيژني چي افغانستان دامريکا او غربي اروپادهيوادو دغلط سياست په پايله کي دشوروي په لور ور ټيل وهل شوۍ دۍ او بل عکس له پاکستان څخه بيدريغه ملاتړ او دهغوي سره تر اوسه پوري نظامي او اقتصادي مرستي رواني دي .کله چي په هيواد کي په ۱۳۵۷کال دثور دنظامي وسلوال پاڅون په پايله کي قدرت شوروي پلوه سياسي گوند ته ورسيد بيله دينه چي امريکا ددغه گوند سره دسياسي او اقتصادي ښو اړيکو دټينگولو په منظور تکل وکړي د پاکستان له لاري يو ځل بيا هغه ډله را فعاله کړه شوه کوم چي دداؤدخان په مقابل کښي يې کارولې وه ،((دآي اس آي)) پر لاس دامريکا دټولو استخباراتي شبکو په مشور او ملا تړ دجوزا په مياشت کي چي رژيم لا مکمل کارمندان په ټولو دولتي ادارو کي نه وه گمارلي ددولت پر ضد پدي نامه چي اسلام په خطر کي دۍ دنالوستو خلکو په وسله سمباليدلو او هغوي دنوې حاکيميت پر ضد وسلوالو حملو ته وهڅول شول ،په پاکستان کي کمپونه جوړ شول له امريکا نيولي د ځينو عربي او اروپايي هيوادو په شمول په پاکستان او ايران کښي کمپونو ته دپيسو ،وسلو راليږل شروع شوه اوه اسلامي تنظيمونه په پاکستان او نهه په ايران کي جوړ شول او داسلام په خطر کي دۍ تر نامه لاندي په افغانستان کي دشوروي دنفوذ دمخنيوۍي په خاطر دولتي ترورشروع شو.زه چي ګورم دغه ښاغلي یا د هغه وخت د پیښو نه خبر نه دی او یاپر هغو باندي سترګي پټوي.پاکستان خودخپل جوړښت نه دافغانستان مخالفي ډلي اوټپلي د افغانستان دویجاړی لپاره روزلي خوامریکااو نورو اروپائي او عربي هیوادونو هغه وخت دافغاني مجاهدینو او تنظیمونو سره مرستي پیل کړې چي روسانو پر افغانستان یرغل وکړ او دافغاني مجاهدینو لپاره شعار «د اسلام په خطر کي دی » وؤ، خو دغربی هیوادونو لپاره د کمونیزم لخوا دپوځي پراختیا غوښتني خطر وؤ .ځکه نو ټولي نړۍ د هغه دمخنیوي لپاره لاسونه سره یو کړل او دادې بریالي هم سول خو روسانوهم موږ او هم ځانونه بر باد کړل .بله خبره دا چی د۱۳۵۷کال کودتا نه وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا څوڅو ځلي د افغانستان او د امریکا د متحدو ایلتونو تر مینځ د اړیکو د ښه کیدو په خاطر هلي ځلي وسوې ،چي د امریکا د متحدو ایالتونو د هغه وخت سفیر ۱۴ ځله د حفیظ الله امین سره کتلي وه ،خو روسان په دې بریالي سول ،چی د خپلو اجنټانو او مزدورانو په وسیله د امریکا د متحدو ایالتونودسفیر ډابس په ترورسره ددغه اړیکو د ښه کیدو مخه ونیسي .دې کولای سي په دې هکله د زیاتو مالوماتو د لاسته راوړلو په خاطر دغه کتاب ته ،چی په آخر کی ئی نوم لیکل سویدی ،مراجعه وکړي .بله هیله مي داده چي ښاغلي د اصطلاحاتو په کارولو کي یوه اندازه ددقت نه کار واخلي او هر څه ته دولتي تروریزم ونه وائي ،ځکه چي هغه بیله مانا لري .دې دغه راز وایی سره بيره پردې چي هر باسيواده او نالوستۍ افغان پدي ښه پوهيږې چي همدا اوس هم ټول بدمرغي زموږ هيواد ته دپاکستان او ايران له لورې متوجه ده . همدا په افغانستان کي دجنگ جگړې او ترورستانو دشتوالي برکت دي چي پاکستان هرڅه مادي او مالي امکانات تر لاسه کويدا خبره خو سمه ،چي روسیه هم بایدورسره یاده سي .دۍ بیا وائي :دهر سالم عقل خاوند پدي ښه پوهيږي چي اوس دغه اوبه چي چا خړې کړې دي بايد دهغو په مرسته صافي شي دغه اوسنۍ نيم بنده حالت دبهرنيانو دوسلوال شتون برکت دې ،مگر ددي برکت نه داستفادي شکل بايدفرق ولرې دې دابرکت مني خو د اهغه نه د استفادې شکل بل ډول غواړي خو دغه بل ډول بیانه ښیی ،چي څنګه ؟دې دغه رازوایې :په افغانستان کې دبهرنيو وسله والو پو ځونو موجوديت ،څه امريکايې او څه ائتلافي ځواکونه دواړه وسله وال ځواکونه دي او له يوې چينې نه اوبه څښي چي نوم يې دناټو نظامي پکټ يا سازمان دۍ ، دوي دافغان ولس په غوښتنه او بل فعل اراده ندي راغلي ،که دملگرو ملتو دسازمان دامنيت شورا دا پريکړه کړي ده هغه بيا هم يو جانبه ده، ځکه دداشان پريکړي وړانديز کوونکۍ افغان ولس او ياد هغوي قانوني استازۍ ندی،دبشر دحقوقو په اعلاميه کي هيڅ يو هيواد ته پر بل هيواد دوسله وال تيري حق په هر منظور چي وي بيله دهغه هيواد دخلکو او يا حکومت دغوښتني او اجازي نه ندي ورکړه شوۍ . ولي متاسفانه اوس دامنيت شورا او ملگرو ملتو سازمان چي کاملا دنړۍ سوپر پاور تر تاثير او اغيزي لاندي دۍ دا واک تر لاسه کړۍ کله چي د امريکا زړه وغواړي او يا دهغوي اقتصادي گټي له خطر سره مخامخ کيږي دامنيت شورا دغړو هيوادو سره ديو سياسي معاملي پر اساس پر بل هيواد دوسلوال تيري حق تر لاسه کوې ،بيله دينه چي ددغه معلول عيلتونه او انگيزي چي بايد وسلواله مداخله وشي ؟ بيطرفانه وڅيړل شي . دا هر چا ته څرگنده ده چي هيڅ ملت پردۍ او نا بللۍ نظامي ميلمه نه خوښوې . افغانان هم له دغه امر نه ځانگړې نشي مطالعه کيداي دې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت د شورا نه هم نا خوښې بریښي او نیوکه کوي چي ناټو او امریکائي ځواکونه د افغانستان د خلګو او یا حکومت له خوا نه دي رابلل سوي او د امنیت شورا هر وخت د امریکا سره معامله کوي او غوښتنی ئې مني ،خو دې لکه چي نه دی خبر چي د ملګروملتونو د امنیت شورا پر اعراق باندي امریکا پوځي برید د هیڅ ډول معاملې په پایله کي هم تائید نه کړ او هغه ئې تر اخره وغندی.اوبل د طالبانو په وخت خو حالت داسي وؤ ،چي د خلګو ږغونه په ستوني کي خپه سوي، نوهغو څرنګه د یو شي غوښتنه کولای سوای. داسي هم ښکاري ،چي دده لپاره د طالبانو رژیم تر اوسني ډیر د منلو وړ وؤ. دغه رنګه وړاندي دې لیکي :دافغانستان دولسمشر امريکاته ددا وروستي سفر پدي نامه چي افتخارې ديپلومونه ترلاسه کوي پايلو دا وښودل چي هدف دديپلومو تر لاسه کول نهوه بلکه دامريکا دولس مشر سره دليدنې کتنې په پاي کښې دداشان يو سند لاسليک چي اوس يې ځينې پرنوم نه سره جوړيږې يو شمير يې اعلاميه او مطبوعات يې په فارسي ژبه پيمان او په پښتو دتړون نوم ورکړه شوې دۍ ،خير دا مهمه نده چي دا سند کوم نوم لرې ارزښتناکه دا ده چي دا سند په بيسارې ديپوماتيکو ادبياتو او جملو ليکل شوۍ دۍ او بايد پارلمان ته وړاندي شي ،جلبه که دا يوه عادي اعلاميه وي پارلمان ته دهغي دوړاندي کيدو او دهغو لخوا دتصويب اړينه په څه کي ده؟زه دې جملوته د ځواب ویلو نه عاجز یم،خو دومره وایم ،چي ددغه سند رسمي نوم ګډه اعلامیه دی او هیڅګله هغه ته باید تړون ونه ویل سي.هلته په څرګنده ویل سویدي چي په بیلابیلو برخو کي تړونونه به بیل لاسلیک کیږي .وړاندي په یوه بله برخه ړې وایي :او لبلې خوا دښاغلې کرزی وړانديزونو ته داسي ځواب ويل شوۍ چي ښاغلۍ کرزۍ دهغه نه دخپلاعتبار دساتلو په منظور او امريکا دخپلو پلانونو دپلې کولو په اړوند گټه ځينې اخيستلاي شي . خو له بده مرغه دی هغو ته ګوته نه نیسي ،ځکه نو زه نه پوهیږم چي دده په زړه کي به څه وي بیا ئې هم د ځواب ویلو نه عاجز یم .خو دا لاندي څرګندوني ئې بیا ډیری په زړه پوري دي :مطلق اکثريت دامريکايانو ددايمي اډو دجوړيدو سره مخالفت ښکاره کوې او پدي عقيده دي چي دافغانستان عنعنوي بېطرفۍ سياست چي په راوروسته کي يې بيا د1955کال راپدي خوا دنړۍ دبيطرفو هيوادودسازمان دجوړونکي په توگه ساتلۍ دې نور هم وساتي .ځکه په هر هيواد کي دبل هيواد دنظامي اډوموجوديت دهغه هيواد دسياسي استقلال رنگ پيکه کوې او تر تهديدلاندي يې راولي .خبره داده چي هر څوک اوس د خلګو پر مطلق اکثریت تکیه کوي ،خو دا بیوزلی خلګ د ځانه خبر نه دي چي دوی ئې په استازي توب خبري کوي .له بله پلوه تر اوسه پوري هیڅ ډول ریفرنډوم اوآن نظر پوښتنه هم نه ده سوې ،نو ددې مطلق اکثریت نظر بیا څنګه چا ته معلوم سو؟ ځکه مي نو هغه په سره رنګ نښانی کی .له بله پلوه آیا په المان ،جاپان ،کوریا ،ترکیه او نورو هیوادونو کي چي د امریکا او ناټو پوځي اډې شتون لرې ،د سیاسي استقلال رنګ ئې پیکه سوی دی او موږ تر هغو ښه خپلواکه یو؟ آیا ددوی خلګ د خپل هیواد د خپلواکۍ سره مینه نه لري ؟ زما له نظره د نوموړو هیوادونو خلګ زموږ له خلګو نه ډیر د سواد د نعمت نه برخمن دي او زموږ تر خلګو ښه کولای سي خپل خېر او شر سره بیل کړي . داچي ددې اډو سره مخالفت نه کوي ،حتماْ ددوی په ګټه دي .راځې چي د خلګو په سترګو کي خاوري وانه چوؤ !راځې چي دې لاندي ټکو ته هم کتنه وکړو :کيداي شي افغانستان دکوچني وسله وال پوځ په لرلو سره په منطقه کښي دسويس له مثال نه په استفادي سره دملگرو ملتو دځانگړي پريکړي او نړيوال تظمين پر اساس ديو بيطرفه هيواد په توگه اعلان او په رسميت وپيژندل شي او دملگرو ملتو دامنيت دشورا دتظمين پر اساسدهمسايه هيوادو سره داسي يو پروتوکول لاسليک شي چي دهغه پر اساس زموږ په خاوره کي دبيگانهو دهر ډول لاس وهني مخه ونيسي .دګاونډیو هیوادونوسره خوموږ د پولي ستونزی لرو ،خو د هغو د هوارولو په خاطر څه نه دي ویلي نو دداسي تړونونو لاسلیک کول ستونزمن بریښي ،د بله پلوه دا به ستونزمن وي چي د پټو لاسوهنو مخنیوی دي د ګاونډیانوسره د پروتوکول د لاسلیک له لاري وسي .دغه رازلاندي ټکي هم د مکث وړ دي :دا چي ځيني فکر کوي چي دامريکا دوسلوالو قواو دايمي شتون زموږ په هيواد کي ددايمي سولي ضامن دۍ او يا به دهمسايگانو دمداخلو مخه ونيسې ورځنيو پيښو رد کړي ده . په جلال اباد کي دخونړيو مظاهرو شاته څوک وه ؟ همدا اوس دهيواد په زياتو سيمو کي دکابل په شمول نا ارامي او گډوډۍ دچا لخوا حمايه کيږي وسلواله مبارزه بيله وسلې نشي کيداي او دا چي همدا اوس ددولت مخالفين وسله استعمالوې دکومه کيږي ؟ فکر نه کوم چي دوي دې په کورو کې متوليدوې؟ ايران چي دامريکا سره اختلاف لري دمذهبي او ژبنيو اړيکو څخه په استيفادې سره دوه مخيزه سياست چلوې له يوي خوا دافغانستان سره درسمي کانالو له لاري اقتصادي مرستي کوې او له بلي خوا تر اوسه پورې په خپل ټول توان هڅه کوې امريکا په افغانستان کي مصروفه وساتيدده له نظره د امریکا د متحدو ایالتونو سره د افغانستان ستراتیژیکي همکاری د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي او تل پاتی سولي سره مرسته نه سي کولای .دلیل هم د څواونیو مخکي د جلال اباد او نورو ښارونو خونړې پیښي یادوي .دغه راز دا هم وائي ،چي ایران غواړي امریکا په افغانستان کي مصروف وساتي .زه به په ځواب کي ورته ووایم ،چي خدای دي دهغه حاله وساته ،چي د امریکا او نړېوالي ټولني ملا تړ راسره نه وي .په هغه وخت به دا ستونزه په دوؤ درو ورځو کي نه وای هواره سوي او دغه خونړې مظاهرې به په لویو ګډوډیواو پاڅونونواوښتي وای . اوبل ځای بیا وایي :پدي منظور ښاغلي کزري صاحب دثور په اتلسمه دپخوانۍ لوي جرگي دغړوپه گډون يوه غونډه چي بيا ورته دمشورتي غونډي نوم ورکړه شو راوبلل ددي مسلي په هکله پريکړه دراتلونکي پارلمان دنده وبلل شوه او يو شمير زياتو يي دامريکا ددايمي وسلوال شتون سره مخالفت وکړدې خپله هم ددی پریکړي په هکله دحکومت دډ یموکراتیک حل یادونه کوي خو دا خبره ئې بیخي سمه نه ده چی زیات شمیر ئې مخالفت وکړ . په بله برخه کي بیا وایې :زموږ دهيواد ديرش کلن تاريخ او تر هغه پخوا تاريخي پيښو دا ثابته کړيده چي په افغانستان کي لکه په بل هر هيواد کښي دموکراسې او عدالت دټوپک او ټانک په زور نشي راتلاي زه خو بیخي ددې خبري په مفهوم پوه نه سوم .دده مقصد دادی ،چي روسان هم دډیموکراسې د پلي کولولپاره راغلي وه که د افغانستان د خلګ ډیموکراټیک ګوند د ډیموکراسی د راوستلو لپاره کودتا وکړه او په زوره ئې په خلګو ډیموکراسي منل او که د مجاهدینو تر مینځ د ډیموکراسي د پلي کولو پر سر وه او یا طالبانو د ډیموکراسي ډیر لیوال وه ؟اوس به راسو یویو بل ښاغلي ته چي وایې :زموږ دولتي مشران هم په دې اړه دامريکا د دايمي پوځي اډو پر ضرورت باندي داسي خبري کوي چې ګواکي بس همدا يوکار پاتي دی چې هغه هم بايد په ډېره بېړه او چټکۍ سره ان مخکي تر دې چي د خلکو ټاکلی پارلمان وټاکل سي اويا پردې ملي او حياتي مسئلې باندي خبري او ملي پرېکړي وسي، هغه دي ځاي پر ځاي نهايې او غوره وبلل سي!ما خو تر اوسه پوري د هیڅ یوه رسمي لوړ پوړی چارواکي نه دا خبره نه اوریدلې ،چي د دې ملي او حیاتي مسئلې په هکله ځای پر ځای نهایي پریکړه وسي او غوره وبلل سي .خو زما له نظره هم په دې هکله باید پراخي او هر اړخیزي خبري وسي ،تر څو ټول خلګ ددې مسئلې په واقعیت پوه سي . دې داراز وایي :ددې هېواد پاي به دداسي دائمي پوځي اډو په موجوديت او دسيمي په دې ښور ماښور کې کې څه کيږي ؟ زموږ خپلواکي، زموږ ملي هويت، زموږ د هېوادعنعنوي او دوديز ناپيېلی کرکټر، زموږ بډاي افغاني او اسلامي کلتور او زموږ داولادو سرنوشت به د چا په ګرو کې ايښودل کيږي او دهغه راتلونکي به څه وي؟ ايا زموږ مجاهد او خپلواک افغان ولس به ددې پوځي اډو په موجوديت کې به دې هېواد ته ددې نه باد دربسته اشغال ووايې او که بې چون وچرا مرييتوب؟ او که دواړ. زما له نظره ددې هیواد پای به هم د نوروهغو هیوادونو د خلګو غوندي وي ،چیري چي دغه ډول همکاري شته دي .دا به د خلګو لویه نیکمرغي وي ،چي سوکاله ژوند ،ټیکاو او اذاده مدني ټولنه ولري .زموږ مجاهد اولس د جګړې نه ډیر ستړې سویدې نور سوله او آرام ژوند غواړي او په دې هم پوه دي ،چي هیڅکله مریې سوي نه دي او په راتلونکي کي به هم نه سي .دغه ښاغلې وړاندي وایې :که امريکايان واقعاً غواړی چې موږ افغانان دبهرنيو لاسوهنو نه خوندی وساتی اومرسته را سره وکړي نو ښه به داوي چې په لومړی سر کې زموږ ملی حاکميت ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملی خپلواکی را تضمين کړیکه دي د افغانستان او د امریکا دمتحدو ایالتونو تر مینځ ګډه اعلامیه وګوري ،هلته دا تضمین ورکړه سویدی .وړاندي بیا دې هم د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي رول ته ګوته نیسي او وایې :داسي فکر کيږي چې که د امريکا لخوا په صداقت سره داسي خبره اوپه نړيواله کچه تضمين ورکړل سي نو بيا به ټول ګاونډيان پر خپل ځای باندي کښېنیي٠خوپه بل ځای کي بیاداسي وایې :هيڅ يو هيواد نسي کولايد خپلو ګاونډيانو سره دلړزاني دوستۍ مزي دنور ځبر ځواکونو په پوځې مرستو او پکټوکي تأمين او يا ټينګي کړي . خو زه دده سره موافق نه یم . که موږ وګورو د بالتیک د سمندر ګي د غاړي هیوادونو لیتوانیا لاتوییا اواستونیا،همداراز ګرجستان ،اکراین او پخوانیو سوسیالستي هیوادونو د روسیې د بیا ممکن یرغل نه د ساتني په خاطر ئې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړ او یا هڅي ورته کوي او همداراز د اروپائي اتحادیې په چوکاټ او د امریکا دمتحدو ایالتونو سره د ستراتیژیکي همکاریو په ترځ کي ځان امن احساسوي .زه ګمان کوم ددغو هیوادونو خلګ ټول لوستي دي اوزموږ تر یو شمیر روڼ آندو ښه کولای سي خپل ښه او بد سره بیل کړي . خودې بالاخره دی ددغه ستراتیژیکي دوستې پر ارزښت اعتراف کوي او وائي :نن زموږ هېواد د ټولو هېوادو سره او په خاص ډول د نړی زبر ځواک متحده ايالاتو ودوستۍ او مرستي ته اړ دی . دا ځکه چې د يوه زبر اقتصادي، پوځي،صنعتي او متمدن هېواد په حيث د امريکا د متحده ايالاتو سره د افغانانو استراتژيکه دوستي به شايد زموږ د ملي ګټو سره سمون وخوري . افغانان واقعاً بايد نور داسي تلاښ ونکړي چې دهيوادونو ددوستۍ څخه ځان تجريد او د هغوي د مرستو نه ځان محروم کړي خو افغانان هميشه پر دې خبري تأکيد کوي چې داستراتژيکي دوستۍ معني بايد استراتژيک پوځي اشغال نه وي . وطنپالنه بايد دا هم نه وي چې په ټوله نړۍ کې خپل هېواد منحل کړي زه دده ددغو ټولو خبرو سره موافق یم اودا دده د وطن سره مینه او زړه سوې ښیي .موږ باید هیڅکله خپل هیواد په نورو کي منحل نه کړو ،خو د هغه د ابادی لپاره د ټولو مشروع لارو نه کار واخلو . دی بیازیاتوي اووایې :زموږ خلګ دامريکا سره دوستي او دهغوي هر اړخيزه مرسته ځانته هم يو حياتي ضرورت او هم د هغوي اخلاقي دنده بولي چې زموږ څخه يې و نه سپموي .زما له نظره هم نه یوازی امریکا بلکی اروپائی او بډای عربی هیوادونه هم د افغانستان په وړاندی انسانی او اخلاقی دنده لری ،چی له افغانانو سره مرسته وکړی . موږ باید ددی ارزښتناکه مسئلی د ارزولو په وخت کی زموږ د هیواد اقتصاد،تخنیک او کلتور ته او همداراز سیاسی او پوځی ټیکاو ته د هغه ګټی او زیان په ګوته کړو ،تر دی چی بحث پر عمومی خبرو کوؤ.هیله من یم په دی هکله بحثونه نور هم دوام پیداکړی .ما د امانت کاری په خاطر دنوموړو ښاغلو لیکوالو نقل قولونه ټکی په ټکی را وړی او په شنه رنګ می بیل کړی دی ،چی ګران لوستونکی هغه په ښه ډول بیل کړای سی
په درنښت
کشتمند او کارمل دتاریخ په تله کی ۲۹پاڼه د ښاغلی شهسوار سنګروال لیکنه ",دګډو همکاريومخالفين ولي مخالفت کوي؟
2814,,"
١٣٨٤ د غبرگولي ١١
کابل : د افغانستان حکومت وايي دوى په دغۀ هيواد کې د مخدره توکيو تر ټولو لوى بازار ويجاړ کړى دى .
په يوۀ خبري کانفرانس کې د کورنيو چارو د وزارت معين جنرال محمد داود وويل چارواکو د هلمند په ولايت کې د بهرام چاه ښارگوټي په يوۀ بازار باندې د چپاو پر وخت لږ تر لږه دوه نيم ټنه کوکنار نيولي دي .
خو دۀ وويل چې په دغه چاره کې نه ځاني زيان اوښتى او نه هم څوک نيول شوي دي ځکه چې د دۀ په وينا ټول قاچاق وړونکي د پاکستان پر خوا وتښتيدل .
له دغۀ بازار څخه د پاکستان پوله ايله اتيا متره ليرې پرته ده .
دغه ښارگوټى د مخدره توکيو د قاچاق لپاره د يوۀ لوى مرکز په نامۀ مشهوره دى او له پاکستانه ايران ته د قاچاق په لاره پروت دى . ",په افغانستان کې د مخدره توکو بازار ړنگ شو
2815,,"
١٣٨٤ د غبرگولي ١١
کابل : د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف وايي د القاعدې د دريم نمبر مشر په شک نيول شوى کس ابو فرج ال لېبي يې متحدو ايالاتو ته سپارلى دى .
جنرال مشرف وويل دغه کس چې په روانه مياشت کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له لورې ونيول شو د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په باب گټور معلومات ورنه کړل .
ولسمشر مشرف خپل پخوانى نظر بيا تکرار کړ چې د دۀ امنيتي ځواکونو د دۀ په وينا په پاکستان کې د القاعدې د عملياتو ملا ماته کړې ده .
د ال ليبي د نيولو پر وخت ولسمشر پرويز مشرف ويلي و چې دا نيونه د ترهه گرۍ په وړاندې د دۀ د جگړې يو لوى برى دى . ",پاکستان يو بل القاعده مشر امريکا ته وسپارۀ
2816,,"
١١ د غبرګولي ١٣٨٤
کندهار : په هغه چاودنه کې چې نن سهار په نهه بجو د کندهار ښار په يوه جومات کې وشوه،تر شپاړسو تنو پورې مړه او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.
په سيمه کې امنيتي مامورين وايي چې يو ځان وژونکی خپل ځان د جومات په دروازه کې والوزولو.
د کندهار په مرکزي روغتون کې ډاکټران وايي چې تر اوسه پورې يې ١٦ مړي تر لاسه کړي او ٤٠ تنه ټپيان يې روغتون ته رسولي دي. چارواکي وايي يو شمير نور يې لا په سيمه کې پاتي دي.
دغه چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د عبدالرب اخوندزاده په جومات کې د کندهار د علماوو د شورا د مشر مولوي عبدالله فياض د فاتحې مراسم روان و. ويل کيږي چې تورن جنرال محمد اکرم خاکريزوال چې د فاتحې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، هم وژل شوی دی.
",په کندهار ښار کې زوروره چاودنه شوی
2817,,"
چهارشنبه دغبرګولي دمياشتي يولسمه
عبدالاحمد محمديار - کندهار
نن سهار دنهو بجو په شاوخواکي د کندهار ښار په عبدالرب اخندازاده جمات کي يوه درنه ځانمرګې چادنه په داسي حال کي پېښه سوه چي په نوموړي جماعت کي د دغه جماعت د ملا امام او دکندهار د علماو شورا د ريس عبدلله فياض دفاتحې مراسم ترسره کېدل .
ملا فياض اخند تېره شنبه دخپل کار په دفتر کي د نامالومو کسانو له خوا ووژل شو .
په دغه ځانمرګې چاودنه کي د ناتائيد شويو خبرونو له مخي تر اوسه د پنځوسو تنو تر څنګ د کابل امنيه قومندان محمداکرم خاکرېزوال هم وژل شوی دی او د کندهار د مشهور جهادي قومندان ملا نقيب اخند د ټپي کيدو خبره هم کيږي .
داچاودنه دومره وحشتناکه وه چي په اړه يې د عيني شاهدانو ژبي نه خوځېدې .
دچاودني په ځای کي چي د جماعت په دننه کي رامنځته شوې وه هري خواته ويني ، دغوښو ټوټې ، دانسانانو دبدن غړي مړه او ټپي جسدونه پاشلي پراته وو .
د پيښي يوه عيني شاهد سيداحمد اشپز چي په جماعت کي د فاتحې د ګډونوالو له پاره په اشپزي بوخت و وويل :
لومړی موږ يوه لويه د اور لمبه وليده ، او ورسره سم مو د يوې زړه کښونکي چاودني ږغ واوريد ، لږ شېبه وروسته چي مي کتل زما په دېګونو کي د وريجو سره دانسانانو غوښي ګډي وډي سوي وې .
سيداحمد د دېګونو او ساپي ګانو وريجو ته اشاره وکړه چي دوی يې په سره راټولولو لګيا وو .
يو بل تن دجماعت په انګړ کي سوځېدلو کمبلو او نسکورو خېمو ته په اشاره سره وويل :
تاسو وينئ چي دغه شيان ټول سوځېدلي دي ، دلته اور ولګېدی او دا هر څه وسوځېدل د جماعت ټولي دروازې او کړکۍ ماتي شوې .
کله چي مي دنورو جزياتو په اړه ترې وپوښتل ناببره يې په قهر راته وويل :
وروره تاسو د انسانانو په غوښو وينو او مغزو کي ګرځئ نور له دغه ځايه ولاړ سئ ، يوه بل ساتونکي عسکر وويل :
دا يوه ځانمرګې چاودنه وه ، موږ داسي واوريدل چي دغه کس په رسمي لباس کي له قومندان خاکريزوال سره راغلی و او دده په پښو کي تر غځېدلو وروسته يې ځان والوزاوه خو په جمات کي يو بل تن بيا وويل چي دا په شخصي کاليو کي يو تن و چي ژر ژر د جمات خواته روان و د ساتونکو ورپام سو کله چي يې دده د راګرځولو هڅه کوله نو ده ځان د خاکرېزوال تر څنګه ور ورساوه او له همدې سره هر څه ګډ و وډ سول .
له بلي خوا د کندهار ښار ميرويس روغتون ته دسلګونو انسانانوبهير ورمات و او هر چا د مړو او ټپيانو د ليدلو هڅه کوله چي کوم خپل يا ملګری به پکښي وويني او ځينو هم د ويني دکمي د پرله پسې اعلانونو وروسته دټپيانو لپاره خپله وينه ورکوله .
تر دا مهاله د مړو او ټپيانو د رښتيني شمېرې مالومول ګرانه خبره ده ځکه يو شمېر ټپيان د کندهار په هوايي ډګر کي دائتلافي ځواکونو روغتون ته رسول سوي دي
",په کندهار کي د لسګونو کسانوتر څنګ دکابل امنيه قومندان محمد اکرم خاکرېزوال هم ووژل سو
2818,حقمل,"
په لسګونه تنه وسله واله عراقي ښورښيانو بغداد ته څېرمه د ابو غريب پر نامي زندان باندي يرغل کړی دی.
دامريکا پوځ ددې خبر په تاييد اعلان وکړ چې امريکايې سر تېرو وښورښيانو ته ځواب ويلي او اوس يې په دې زندان کې نظم ساتلی دی.
ويل کېږي چې د ابو غريب د زندان په دې يرغل کې د څلوېښتو نه تر شپېتوتنو ښورښيانو برخه اخيستې وه . يوه مسئول چارواکي دا هم ويلي دي چې دا يوه ډېره لويه او سازمان سوی بريد وو.
ځيني رپوټو نه وايې چې په دې بريد کې٤٤ امريکايې سرتيري او١٢ تنه بنديان ټپيان سويدي.
دا حمله په داسي وخت کې تر سره سوه چې هم عراقي چارواکو او هم امريکايې لوړ کچو به ويل چې د جنوری مياشتي د ټولټاکنو نه را وروسته په دې هېواد کې د زور زياتی لمن را ټوله سوېده.
اوس اوس دابو غريب په زندان کې څه ناڅه ٣٠٠٠ بنديان شته او پر سږ کال دامريکايانو د ناسم او رسوا سلوک په وجه ددې بندې خاني ناوړه خبرونه او رسوايې ان د ټولې نړۍ د خبرنو په سر خط کې ځاي نيولی وو.
",دابوغريب په زندان کې وسله واله نښته
2819,,"
",
2820,,"
١٥ د وری ١٣٨٤
افغانستان د ١٣٨٤ کال لپاره پرمختيايې بودجه اعلان کړي ده.
دغه بودجه چې څه د پاسه څلور ملياردو ډالرو ته رسيږي، درېمه برخه به يې د امنيت په چارو لږول کيږي.
د بودجې يوه لويه برخه د افغانستان بيا رغونې او پرمختياته بېله شوي ده خو د ماليې وزير ويلي چې حکومت به د هغو پرمختيايې پروژو اختيار ونلري چې امريکا او اروپايې ټولنه ورته پېسي ورکوي. ",افغانستان د ١٣٨٤ کال بودجه اعلان کړه
2821,سپېڅلی,"
١٦ دوری ١٣٨٤
دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص
د سينسيناتي دپوهنتون څېړونکې په دې نيژدې وختوکې داسي يو ډول پروتيين موندلي دي چې د پښتورګو د ناروغيو په اړه تشخيص کوي . د سينسيناتي د ماشومانو دشفاخانې د طبي مرکز څېړندويان په دې هکله وايې چې دغه پروتيين چې NGAL نوميږي د پښتورګو د ناروغۍ په هکله ډېر روښانه او منلی تشخيص را وړاندي کوي. د medlineplus انترنيتي رسنی په حواله ددې پروتيين نه په استفادې سره کېداي سي چې د څو ساعتو په اوږدو کې د پښتورګي تکليف تشخيص او په تداوی يې ﻻس پوري سي. دا په داسي حال کې تر سره کيږي چې د نني آزمايښتو دپاره لږ تر لږه د يوې نه تر درو ورځو پوري وخت په کار دی . په داسي يو بېړني تشخيص سره اوس کېداي سي چې په ډېره چټکتيا اوپه ډېر لږ مصرف او د بري په ډېر لوړ اطمينان سره څوک په دې و توانيږي چې د پښتورګو د ناروغۍ علاج وکړي . اوس د هغو ناروغانو دجملې نه چې بستري کېږي په سلو کې پنځه او د هغو نورو بيا په سلو کې د دېرشو نه تر پنځوسو پوري چې دپښتورګو د ناروغۍ له کبله تر ځانګړي مراقبت لاندي بستري کېږي د تشخيص د ځنډ او نورو دليلونو له امله خپل ژوند د ﻻسه ورکوي ددې مطالعې پايلې د "" LANCET "" د خپروني په وروستی ګڼه کې چاپ سوي دي ",دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص
2822,,"
١٦ د وري ١٣٨٤
د کندهار د ديني عالمانو يوه ډله چې د زابل، ارزګان او هلمند ديني عالمان هم په کې دي، هرات ته تللې ده، څو د هغه ولايت ديني عالمان له ځان سره ملګري کړي.
دوي د هرات په عالمانو ږغ کړي چې په هيواد کې د ملي وحدت له چاري سره ملګري شي.
دې عالمانو ويلي دي چې نور بايد ديني عالمان لاس تر زنې کښېنه ني ، د ديني عولومو تر څنګ د عصري عولومو زدکړي ته ملا وتړي، د کمپيوټر او انټرنټ زده کړې وکړي او ددې لارې د دين اود هيواد په پرمختګ کې برخه واخلي. ",افغان ديني عالمان د کمپيو ټر او انټرنيټ زدکړې اړينې بولي
2823,,"
١٦ د وری ١٣٨٤
د کونړ ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ټليفوني اسانتياو د نشتوالي څخه سر ټکوي.
دوي واي چې په ولايت کې نه ډېجيټل او نه هم د ګرځنده ټليفونونو شبکې شته او دوي مجبوره دي چې د ټليفون لپاره جلال اباد ته ولاړ شي.
دوي د افغانستان د مرکز ي دولت او د هغو ټليفوني کمپنيو څخه چې د هيواد په نورو ولايتونو کې يې خلکو ته ټليفوني اسانتياوې برابري کړي دي ، غواړي چې په کونړ کې هم د ډېجيټل او ګرځنده ټليفونونو دستګاه وي جوړي کړي تر څو د دوي ستونزي حل شي. ",د کونړولايت خلک ټليفوني اسانتياوې غواړي
2824,نظيفه غزل,"
Exclusive Benawa.com
د ۱۳۸۴ لمريز كال لپاره عادي بودجه، د ۱۳۸۳ لمريز كال د كب د مياشتې پر ۲۵ مه نېټه د كابينې په غونډه كې د ماليې د وزير له خوا وړاندې شوه، چې تر بحث وروسته تاييد شوه.
د ۱۳۸۴ ل كال عادي بودجه چې د كليدي فكټورونو پر رښتينو ارزونو ولاړه ده او ۳۲،۸۸۳ مليارده افغانۍ (دوه دېرش مليارده اته سوه دري دېرش مليونه افغانۍ) چې د ۶۷۸ مليونه ډالرو انډول كېږي، اټكل شوې ده.
د ۱۳۸۴ل كال لپاره د موجوده مالي سرچينو مجموع ۳۲،۸۸۳ مليارده افغانۍ (۶۷۸ مليونه ډالره) كېږي، چې له كورنيو عوايدو څخه ۱۶،۱۵ ملياده افغانۍ چې د ۳۳۳ مليونه ډالرو معادل كېږي، دغه راز ۱۳،۵۸ ملياره افغانۍ چې د ۲۸۰ مليونه ډالرو معادل دي د افغانستان د بيارغونې له امانت صندوق څخه او ۳،۱۵ مليارده افغانۍ چې د ۶۵ مليونه ډالرو معادل كېږي د قانون او نظم له امانت صندوق څخه به لاسته راځي.
كورني عوايد به د عادي بودجې د نيمايي اړتيا لپاره كفايت كوي. په ۱۳۸۴ل كال كې رښتينې وده په سلو كې ۱۰،۱ اټكل شوې ده. دغه راز په كال كې پولي تورم ۱۰% اټكل شوى، چې د امريكايي ډالرو په وړاندې د افغانۍ د تبادلې بيه ۴۸،۵ افغانۍ منل شوې ده.
د وزارتونو او موسسو لپاره عادي مصرفي بودجه ۲۸۶۴۸،۵ مليونه افغانۍ، ملي شورا ته ۲۴۵ مليونه افغانۍ، د اداري اصلاحاتو پروګرام ته ۸۰۰ مليونه افغانۍ، د نړيوال غړيتوب وركړې ته ۱۵۰ مليونه افغانۍ، د پورونو ربحې ته ۴۰۴ مليونه افغانۍ، د ملكي او پوځي متقاعدينو حقوقو ته ۷۲۴ مليونه افغانۍ، دغه راز شهدا او معلولينو ته۷۳۵ مليونه افغانۍ اټكل شوې دي.
د ۱۳۸۴ل كال په بودجه كې، د پوهنې په برخه كې ۵،۷ مليارده افغانۍ، چې د ټولو پروګرامونو ۱۹% كېږي، تخصيص شوې دي. د مالي سرچينو اوسنى تخصيص د دې سكټور د بنسټيزو ستونزو د حل لپاره په پام كې نيول شوى دى، په پام كې ده چې ۱۱۰۰۰ نوي ښوونكي استخدام شي.
",د ۱۳۸۴ ل كال عادي بودجه
2825,نظيفه غزل,"
Exclusive Benawa.com
د ۱۳۸۴ل كال پراختيايي بودجه د وري د ۱۳ مې نېټې په يوه يوه غونډه كې د افغانستان اسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا ته وړاندې او تر بحثونو وروسته تصويب شوه.
د ۱۳۸۴ل كال د بودجې ټول مصارف ۴۷۵۲،۵ مليون امريكايي ډالره اټكل شوي دي.
له دغو مصارفو څخه ۶۷۸ مليون امريكايي ډالره عادي بودجه ده، چې د ۱۳۸۳ل كال د كب پر ۲۵ مه نېټه تصويب شوه چې دا دى د ۱۳۸۴ل كال پراختيايي بودجه ۴۰۷۴،۵ مليون ډالره ده.
ټاكل شوې ده د پراختيايي بودجې د مصارفو له مجموع څخه ۹۳۶،۱ مليون ډالره د دولت له خوا (د ماليې وزارت د خزاينو رياست د له خوا د پيسو د وركړې له لارې) او ۳۱۳۸،۴ مليون ډالره بيا په مستقيم ډول د تمويلوونكو له خوا تطبيقووونكو موسسو ته وركړل شي.
ځينې مالي مرستندويان لكه نړيوال بانك، اسيايي پرمختيايي بانك، د امريكا متحد ايالتونه، ډنمارك او نيدرلېنډ هېوادونه به د خزاينو د رياست له خوا خپلې قرضې او بلاعوضه مرستې مشخصو پروژو ته ارائه كوي.
په پراختيايي بودجه كې پرمختيايي پروژې هم راځي، چې په نېغ ډول به د مرستندويو هېوادونو له خوا د نادولتي سرچينو له خوا تمويل او تطبيق شي. د دې ډول مرستو پيسې به د ماليې وزارت د خزاينو د رياست له خوا څخه نه اجرا كېږي.
بايد څرګنده شي چې د اوس مهال پراختيايي لګښتونه لنډمهالې بودجه ده، چې په نهايي بودجه كې به نوې مرستې هم راځي او د ۱۳۸۴ل كال د غبرګولي تر مياشتې پورې به تصويب او اعلان شي.
د ماليې وزير ښاغلي پوهاند ډاكټر انوارالحق احدي د هېواد د بودجې په باب وويل:
”د بودجې ترتيب او سپارل د وزارتونو لپاره د عامه پانګونې له پروګرامونو څخه دى. اړوند وزارتونو او د بودجې كمېټې د ۱۳۸۳ل كال د سلواغې په مياشت كې د بودجې په باب مجلسونه ونيول چې پر هر پروګرام يې خبرې وكړې. د ماليې وزارت په دوامداره توګه له نورو وزارتونو سره د پراختيايي بودجې د منلو په باب مشورې كړې دي.د پراختيايي پروګرامونو زياتې برخې به د سړكونو جوړول، مخابرات، هوايي چلن، اوبه لګول او نورې بنسټيزې پروژې وي، چې دغو بنسټيزو پروژو ته په ۱۳۸۳ل كال كې ۷۱۰ مليون ډالره ځانګړي شوي، چې دولت ټولنيزو لګښتونو ته هم يوه ښه بودجه په پام كې نيولې ده، په دې ترڅ كې يې د ملي تړون پروګرام، د كارموندنې بېړني پروګرام، روغتيا او د كاري وړتياوو ودې ته يې ۲۴۷ مليون ډالره بېل كړي چې په همدې برخه كې به يې لګوي“. ",د ۱۳۸۴ لمريز كال پراختيايي بودجه
2826,محمود نظري - لندن,"
محمود نظري - لندن
هــــــــــــــــــوا. . . . . . . . .
د (. پنجاه شد بسته کو!) ږغ سره د کانتينر ور له بهر نه وتړل سو.د دوبي د لمر سوځونکو وړانګو له کانتينر نه سور تنور جوړ کړی و له ديوالو نه يې لکه د سرې تبۍ بړاس پورته کيده، د هر چا ﻻس، پښه يا مخ به چې ترې وموښت د اه کريغه به يې له خولې ووته.هلته لکه قبر توره تياره وه، تکه توره شپه وه، څه نه ښکاريده، څنګ تر څنګ وﻻړو تخته سوو انسانانو يو بل نه لېده، هوا بنده وه ، هلته کومه کړکۍ، سوری او يا درز نه و، دا تنور وو چې انسانان په کي اچول سوي وه .
د کانتينر په اخير کي د تبۍ غوندي سره ديوال ته يوه ډډه لګولې وه په دوو ګوتو په داسي حال کي چې ځنګونونه يې پورته درولي او ﻻسونه يې پر راڅرخولي وه ناست او په دوو ګوتو يې تسبې اړولې او ورو ورو يې له ځانه سره څه وويل.
تودوخه، تياره او د هوا نستوالۍ او د ځای تنګوالۍ د پسو غوندي تخته سوو انسانانو نارې، غلبلې، شور، بکاو،چيغې ، فرياد ،اوف خدايه نارې ، زګيروی او کوکاري د کانتينر فضا ډکه کړې وه :
هوا! هوا! هوا !هوا!...
يوه په بوغارو بوغارو ويل: اه خدايه ستا په دې ارته نړۍ کي داسي انسانان هم سته چې هوا يې په بل نه ده پيرزو!
د يوه سپين ږيري زګيروی و په خوله کې يې ګوتي اچولي وې او نور يې له ځانه پوري واهله او نارې يې واهلې :
هوا! هــــــــــــــــــــــــــــــــوا! ...
خو په وﻻړي يې په سلګۍ سلګۍ سا ورکړه، اوپه يو بل وﻻړ ور ولويد،هغه ږغ کړه : وروره ځان ټينګ که خو د هغه بدن لکه لرګی وچ وو.
هغه سړي بيا نارې کړې :
دا خو مړ دی!
يوه وويل :وروره همداسي پورته يې تکيه کړه!
يوه بل په خواشينۍ ږغ کړل :
وړونو د کانتينر ديوالونه وډبوۍ!
هغه چې د کانتينر ديوالو ته نژدې وه د کانتينر په ډبولو يې پيل وکړچا په ﻻسو چا په پښو چا په خپلو چمپلانو او چه وټو چا په خپلو څنګلو د کانتينر ديوالونه ډبول، دې ډبولو ازانګې جوړې کړي وې
ډبه ډبه ... ډبه ډبه ... ډبه ډبه ...
خو بهر هغه چا نه اوريده لکه چې ټول کاڼه او ړانده سوي وه يا يې سر نه خلاصاوه يا له خدايه نه وېرېدل ...
نور په پښو ، ﻻسو او څنګلو کې توان نه وو پاته نو سرونه يې د وسپني ديوالو ته ونيول :
ډبه ډبه ... ډبه ډبه .... ډبه ډبه ...
د کانتينر ديوالونه په وينو ورنګېدل او لکه په تبۍ چې اوبه واچوې د وينود وچيدو بړاس ترې پورته سو .
خو دا چا نه اوريده لکه چې بهر د انسانانو په څيره کې ماشينان وﻻړ وه .
نور نو د نهيلۍ څپه خپره سوه خوږمن زړونه نور هم نا اومېده او خوابدي سوه د يوې شېبې لپاره چوپه چوپتيا سوه . د لسو_ دولسو تنو پښې سوستي او بې واکه سوې او پر نورو ورولوېدل هغو نورو دهوا د بچت په خاطر ځانونه پانسۍ کړي وو.
په سترګو ايله اوس دومره ښکاريده چې څوک مړه او څوک ژوندي دي خو هر ژوندي يو مړی په غېږ کي نيولی و او دواړو رډ رډ کتل، يوه نارې کړې :
شهيدان د کانتينر و اخير ته يو د بل په سر پرېباسۍ!
د مړو تيرول دا زګيروی او نارې نوري هم زياتي کړې همدا د بې وسو او بې کسو د نااوميدۍ زګيروی و.
هوا! هوا! هوا!....
يوه ناري کړه : وګورۍ وړونو په کوم سوري او درز پسي وګورئ!
يوه د اورلګيت د خاشی په اندازه يو سوری وموند او له خوشالۍ يې چيغې کړې دا دی يو سوری او هڅه يې کوله دا سوری غټ کړی او نوکان يې ورته ونيوله : ګريږه ګريږه ....
هر هغه څوک چې ځګندن ته نژدې و هغه به يې د خاشې سوری ته ورنژدې ګړ او هغه به چې خپله خوله د کانتينر ديوال ته ور وړه د شونډانو به يې جز سواو پوست به يې د کانتينر په سور ديوال وموښت .
يو ځوان چي خپله سينه يې په سوک ډبوله او سا يې په اوږو شړله، ايشيدلې تبه يې وه، ژبه يې له خولې راوتلې وه او په سا نيولې سا نيولې يې ويل :
هوا! هوا! اوبه !
يو هلک چې د پنځلس شپاړس کالو و خپل خامکي دسمال چې د خور د ﻻس نښه يې وه په خپلو خولو لونداوه اود هغه په شونډانو يې تېرا وه
دې ځوان دا هلک وپيژانده او ورته يې ورو وويل :
جانانه! او څو ځله يې سترګې ورپولې او زياته يې کړه :
دا زما مور ته ووايه! او په وړو وړو سلګيو يې په وﻻړی سا ورکړه .
د بهر نه بيا د مرميو ږغ پورته سو دلته بيا ډبول پيل سول :
ډبه ډبه... ډبه ډبه... ډبه ډبه...
يوه پر سوري سترګه برابره کړه، با ڼه يې پر ديوال وموښتل خو څه يې ونه ليدل .
يوه په خولې کې ګوتي اچولي وې او خپله خوله يې سره کشوله، سينه يې راپړسېدلې وه ژبه يې راوتلې او شونډان يې رپيدل خو له خولې نه يې څه نه وتل ټول بدن يې ريږديده پر جانان يې تکيه کړې وه جانان به خپل خامکي دسمال په خپلو خولو لوند کړ او د هغه په شونډو به يې ورتير کړ،نبض يې زيات په غورځېدو سو
هغه د جانان په وينو لړلی ﻻس ونيوی د هغه په سترګو کې اوښکې لغړيدې مازی يې د ومره وويل :
جانانه! دا زما.. زوی ...زوی ..نور يې ژبه ګنګوړه سوه .
د سترګو تور او سپين سره وﻻړل ﻻسونه او پښې يې سست سول اوولويد جانان هغه تکيه کړ. اوهغه يې ﻻس په ﻻس د کانتينر اخير ته تېر کړ. يو بل بيا ﻻسونه لپه نيولي او سا يې ورکړې وه او همداسي شخ ( وچ ) پاته و
شپږ اووه چې سرونه يې له وسپني له ديواله سره جنګولي وه يو په بل پسي سا ورکړه .
جانان په خپلو خولولوند دستمال د يوه يوه په خوله او شونډانو موښه، د اخير نه د دعا ږغ ودريد ، د هوا هوا نارې وار په وار کمېدې
يو يو ﻻ اوس هم سوري ته ورنژدې کېده خو سوری هم هوا ورته نه پريښودله
د جانان و سترګو ته يې خور ودريده هغې ورته ويل: زما د ﻻس نښه ورکه نه کړې...
. د جانان بدن هم سست سو خور يې ورته کږې وږې ليکي سوې او دا ليکي يې سترګو ته دوري هوري کېدې، اوږې يې درنې وې خپل خامکي دسمال يې په ﻻس کي ټينګ کړ
نوره چوپه چوپتيا خپره سوه .
کله چي د کانتينر ور پرانستل سو د هغه مړي لکه د نورو کانتينرونوغوندي يوې کندي ته وغورځول سول . د جانان ﻻسونه وښوريدل او چيغې يې کړې خو بيا هم چا نه اوريدل، خلکو ورته کتل او ورباندی يې خندل او بيلدوزر خاوری ورباندي تويولې. جانان ايله په وينو او خولو لړلی خامکی دستمال له خاورونه را بهر کړ او هغه يې د دی ټولو شهيدانو جنډه وګرځوله .
جنډه په رپيدو سوه تر اوسه دسهار نرۍ وږمې د دې کوچنۍ جنډې د رپيدو د ږغ موجونه تر ليروليروسيمو ، د خلکو تر غوږو رسوي . ",هوا، هوا ، اوبه
2827,محمود نظري - لندن,"

2828,,"
",
2829,سپېڅلي,"
١٧ دوری ١٣٨٤
طبي څېړونکو داسي ګولۍ يا ټابليټ جوړکړی دي چې کولاي سي دانسان عمر تر دېرشو کالو پوري زيات کړي.د آنانوا د اينترنتي رسنی په حواله د آبردين پوهنتون پروفيسر جان اسپيكمن ددې څېړني په اړه چې څرنګه کېداي سي دبدن د سون او جوړښت جريان ته بدلون ور کې يوه د ۴۵۰ زرو ډالرو جايزه يې تر ﻻسه کړېده .پروفيسراسپيكمن او همکارانو يې داخبره موندلې ده چې په هغو موږکانو کې چې په بدن کې يې د سون او جوړښت اندازه لوړه وي نو تر نورو ډېر عمر کوي .دتيروكسين زياته اندازه هورمونونه چې په حلق کې جوړېږي ددې جريانه سره مرسته کوي . همدا رنګه دغه جريان د لږ خپلواکه راديکالونو پر جوړښت باندي تمامېږي کوم چې کولاې سي د بدن و بافتو ته ضرر ورسوي.پروفسور اسپيكمن زياته کړېده چې ددې درمل انساني آزمايښتونه به تر لسو راتلونکې کلونو پوري به پيل سي ",دعمر د ډېريدو ټابليټ
2830,سپېڅلی,"
١٧د وری ١٣٨٤
امريکا زلمی خليل زاد په عراق کې دخپل نوي سفير په توګه معرفي کړی دی.
ښاغلي خليل زاد د شپاړسو مياشتو راهيسي په افغانستان کې د امريکا نمايند ګي کوله.
په دې نوي دنده کې دهغه ټاکنه چې بايد د امريکا د سنا لخوا تائيد سي دامريکا د بهرنيو چارو وزيري کانډوليزه رايس اعلان کړی دی.
اغلي رايس وويل "" خوشاله يم چې د جمهور رئيس نيت، په عراق کې زموږ د نوي سفير په توګه د ښاغلي خليل زادټاکنه اعلاموم.""
په عراق کې د امريکا پخوانی سفيرجان نگروپونته د امريکادملي امنيت د اطلاعاتو د رئيس په توګه ټاکل سوی دی.
ښاغلي خليل زاد٥٤ کلن دامريکا تبعه دی چې په افغانستان کې زېږېدلی دی . هغه په کال٢٠٠٠ کې د طالبانو د را پرځېدو وروسته د امريکا د خاص استازي په توګه يې په افغانستان کې دنده تر سره کوله .
",زلمی خليل زاد په عراق کې د امريکا نوی سفير وټاکل سو
2831,,"
١٨ورى، ١٣٨٤
کابل: په غزني کې د چارشنبې د ورځي د يوې چورلکي د رالويدو په پيښه کې د مړوکسانو شمېر ١٦ تاييد سوى چې ټول يې امريکايان دي. امريکايۍ چورلکه دغزني ښار ته نږدې نسکوره سوه. د پيښـي له ځايه عيني شاهدان وايې چې چورلکه دماسپين په دوه بجې د ښار ختيځ ته د ده خداىداد په کلې کې راپرېوته. په وژل سوو کسانو کې نه تنه پوځي سرتيري او نور پاتي قرارديان وو. په کابل کې امريکايې چارواکو د مړو سوو کسانو د نومونو له ښودلو څخه ډډه کړې خو د ټولي سورلۍ د مړيني خبر يې تاييد کړى دى. يوې امريکايې وياندي وويل دوو چينوک ډوله چورلکو په سيمه کې ځانګړې پوځي عمليات ترسره کول چې يوه يې بګرام ته په لاره په غزني کي د ناسمي هوا لامله راپرېوته. په افغانستان کې همدا اوس د امريکا ترمشرۍ لاندي١٨٠٠٠سرتيري د طالبانو او القاعده جنګياليو د پلټنې په عملياتو بوخت دي.
د پيښي لاملونه تر اوسه په باوري ډول ډاګيز نه دي. په تېرکې طالبانو دداسي پيښو پړه په غاړه اخيسته. خو د دې پيښي پړه تر اوسه چا نه ده منلي. که څه هم دولتي او امريکايي چارواکي هڅه کوي د داسي پيښو لامل طبيعي وښيې خو ځينې کتونکي دې ته د شک په سترګه ګوري چې ګواکي کوم امنيتي يا د ورانکارۍ هڅه دي تر شا نه وي.
په تېر ژمې کې امنيتي وضعه په غزني کې ارامه وه خو د پسرلي په راتګ سره طالب جنګياليو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې، په تيره بيا د هيواد په سهيل او ختيځ کې، سر را ښکاره کړى او هره ورځ د خونړيو پيښو خبر ورکول کيږي.
",په غزني کې د چورلکي درالوېدو لامله ١٦ امريکايان ووژل سول
2832,,"
په کندهار کې د آيينې مرکز
مطبوعاتي خبرتياداستاد محمد صديق پسرلي په وياړ سيمينار كندهار، د وري ۲۷مهد استاد محمد آصف صميم په وياړ سيمينار كندهار، د وري ۲٨مه",د آيينې مرکزخبرتيا
2833,,"
",
2834,اميرمحمد ليکوال - کلا سيف الله,"
افغان ماشوم
دا ستا ماشوم نازک نازک لاسونه
د سوخېدلو سوځېدلو نه ؤؤ.
دا ستا روښانه او معصومه تندای
د ښکلېدو ؤؤ ماتېدلو نه ؤؤ.
ستا په نازکه او ماشومه سینه
کي نن حالاتو پرهرونه جوړ کړل
ستا مشرانو ستا نزدې خپلوانو
تا ته بلا غوندي مخونه جوړ کړل
تا کله مينه هم ليدلې نه ده
ستا په زړګي کي نفرتونه اوسي
تا د ادې غېږه ليدلې نه ده
ستا په زړګي کي ارمانونه اوسي
تا د بابا خواږه خواږه ګايونه
په خپل ژوندون کي اورېدلي نه دي
تاته په مينه او د زړه له کومي
هيچا په ورين تندي خندلي نه دي
ستا د روزني ستا د زده کړي وخت و
دوی به په لاس کي بل اورونه درکړل
چی ستادژونددلیک اولوست ورځي وې
دوی به بمونه ټوپکونه درکړل
چي تا به درس د اِنسانیت زده کاؤه
دوئ به وويل چي انسان داسی وژنه
چی تا به مینه او خپلوي غوښتله
دوی به وويل چي خپلوان داسی وژنه
چی ستا د لوبو د کولو وخت و
دوی به مورچل دوی به سنګر ته بوتلې
چي ستا د ټال د ځنګېدلو وخت و
دوئ به د جنګ و جوړ محشر ته بوتلې
تا هم په دې کوچنی کوچنی لاسونو
بې ګنا څومره انسانان وویشتل
په څومره کرکه دي کتل ورته ډېر
د بل په خوله دي خپل خپلوان وويشتل
لا دي د خپلو ارمانونو قاتل
تر اوسه پوري پېژندلئ نه دئ
دا ستا رقیب ستا لباسي ملګرئ
تا په خپل تول کي تولَولئ نه دئ
لا دي تر اوسه د وويشتلو جذبه
په زړه کي اوس هم سړه شوې نه ده
لا دي په زړه کي د نفرت نخښي دي
په مرګ دي تنده ماته شوې نه ده
نن دي پښې ماتي دي لاسونه مات دي
په شل وجود خو جنګېدلای نشې
د بې وسۍ غشي دي زړه کي ښخ دي
په هیڅ هنر ئې رايستلای نشې
ګرانه! په دې جنګونو څه جوړه شوه؟؟
بې ګناه هسي ډېر سرونه لاړل
ډېری ښايستې ځوانۍ شوې توري خاوري
په کي مضبوط مضبوط لاسونه لاړل
راځئ چي هغه اغیار وپېژنو
چي ماتول غواړي زموږ د لاسو
راځئ چي هغه مړوندونه مات کړو
چي ورانول غواړي زموږ کورونه
",افغان ماشوم
2835,مولوي عبدالحق منصور,"
دلوی اوبخښونكي څښتن په سپيڅلي نامه",نبوي سيرت ( يوه يادونه )
2836,سپېڅلی,"
١٨ دوری ١٣٨٤ ",د مَفصلو يا بندو د پړسوب و علاج ته اُمېدونه
2837,پوهنوال ډاکټر عبدالخالق رشيد,"
پوهنوال ډاکټرعبدالخالق رشيد - کاناډا
١٨- وری - ١٣٨٤ لمريز
( دافغانستان ددولت ددغه اقدام قدردانى اودغزنيوالو يو وړانديز)
غزنى دافغانستان هغه تاريخى ښاردى چې ددغه هيواد په فرهنګي اوسياسي شته والي كې په هراړخيزه توګه دپاملرنې اويادونې ځاى اوونډه لري ، ښايې ډيرخلك اوډيركسان له دې ناخبره وي چې دغه اوسنى خړ پړ غزنى يووخت دآسيايې ښارونو ناوې بلل كيده اوله دغه ښاره دپوهې ، فرهنګ اوافغانيت برم اوشوكت دهند ترسمندره ،هغه خوا ترعربې نړۍ پورې رسيدلې اوغزيدلى و ، همداده چې غزنى دتاريخ اوفرهنګ په زرينوكرښوكې يوازې ديوه ولايت نوم نه دى بلكه دانوم له يوه داسې تلپاتې تمدن سره تړاو لري چې خپل ځان دبشريت له معنوي تاريخ سره دزرګونوكلونوپه اوږدو كې په خپله ځلا اوښكلاسره غزوي ، داسې چې په هراړخيزه توګه ديوه عالي اواسلامي رنسانس نښې اوارزښتونه له ځان سره له نسلونو ترنسلونوپورې غزوي .
دغزني تاريخ خورا لرغونى دى ، په لرغونوهندى ژبوكې ددغې سيمې نوم اويادونه په خورا پرتم اووياړ سره شوې ده ، په بودايې دوره كې هم غزنى له هغو بودايې مركزنو څخه و چې كابورا ، اراكوزيا ، باميكا اوبليكا اوګندارا يې سره تړل اوپه دغه ترڅ كې يې خپل تاريخى ، فرهنګې اومذهبې اهيميت درلود، ددغه ښار په شمال كې د اوسني جغتو سيمه پرته ده چې هلته كښل شوي ډبرليكونه په خپله تراوسه پورې دآسيا په تاريخ په تيره په بودايې دوره كې ديوې روښانه فرهنګې لړۍ نښې نښانې له ځانه سره لري . ديوه څرګند حقيقت په توګه دابايد ومنو چې دغزنې تمدن اودغزني ښار زموږ د اندو ژوند اوفرهنګى هويت څرګندوى ښاراوپرتم دى ، غزنوې امپراطوري چې په اسياكې ديوې تاريخى دورې په توګه راوپړكيده ، دهغې پيل له يوه تلپاتې اودرانه نامه يمين الدوله ( سلطان محمود) غزنوي سره تړلىدى،له هغه نوميالې سره چې نوم يې كله هم په آسيايې تاريخ كې د هيرولو وړنه دى ، داسمه ده چې دده په باب به دهرچا قضاوتونه بيل وي ، خوموږ په دې وياړو چې داسې يو نوميالې واكمن چې نوم يې زموږ دتاريخ په يوه ټاكلي تاريخې پړاوكې په هراړخيزه توګه دهيريدو وړ نه دى له غزنې او زابلستانه راپورته شو، دغه امپراطور و چې ديوه افغان واكمن په توګه يې هم پرايران اوتوران اوهم په هندوستان باندې داسې واكمنې وكړه چې زركاله وروسته هم دده اغيز اودده هراړخيزې كارنامې ددغو هيوادو له تاريخونوڅخه په يوه خواپاتې نه شوې ، پرهندوستان باندې ورغى ،هغه هيواد يې ونيو اوترهغه هيواده يې خپل فرهنګ اوخپل ارادت په ميړانې سره ورساوه، همدغه ټكى دى چې ددغه لوى واكمن نوم له موږ پرته په يوشميرنورو خلكو باندې ښه نه لګيږي همداده چې دآسيا ددغه نوميالي واكمن شخصيت ته چې څومره كيداى شې زيان رسوي ، په داسې حال كې چې دا دمحمود په باب دهغوى خپل انفرادي قضاوتونه دي ،اودهغه دغه شان كره كتونكي اوس هم زموږ دهيواد په شاوخواكې لږ نه دي ، محمود اودهغه اولاده له غزنى ترلاهوره واكمن وو، دوى ديوه پراخ اولوى افغانستان پولى زموږ له پاره زركاله پخوا په نښه كړې اودايې په ډاګه كړه چې دهغه مهال افغانستان له كومه تركومه په څه شان فرهنګې اوسياسي شته والي سره خورشوى و. اودشته والي پوله يې چيرې اوتركومه ځايه پورې خوره وه ، موږ دانه غواړو چې ګواکي موږ به هم دومره ننګيالي شوچې دهغوپه پلو ګامونه پورته كړو خودايوه خبره ده چې كه څوك خوښيږي اوكه خپه كيږي محمود و، اودهغه زمانې داغوښتنه كوله چې بايد دخپل ځان ، هيواد اوخپل هويت دساتنې له پاره لاس په كار شي. ترټولو مهمه خبره داده چې دغزني ددغه نوميالې واكمن زور و چې ويي كولاى شول ، دتاريخې آريانا ټول قلمرو داوسني ايران په ګډون په يوه واحده كړى كې را ټول كړي ، خوله بدمرغه چې ايراني پوهان اوليكوال په دغه باب اوددغې دورې په باب دومره چوپه خوله دي ، چې په لوى لاس غواړي ديوشميرعادي دلايلو له مخې ددغې دورې فرهنګې ارزښتونه همداسې په تياره اوتورتم كې ناويلې اوناسپړلي پاتې شې ، په داسې حال كې چې غزنوي دوره دفارسي ژبې اوفارسي فرهنګ دپيژندګلوي اوپراختيا اوان رنسانس دوره وه .بله مهمه خبره چې په دغه اړه بايد له ياده ونه وزي هغه داده چې محمود فارس دخپل اړوند ولايت په توګه ترخپل نګين لاندې وساته اوهلته يې خپل زوى دهغې سيمې په اوسنى نومونه والي وټاكه كه زما تحليل ته څوك په شوونستې نظرسره ونه ګورې ، محمود په خورا ميړنتيا سره دخپل هيواد اوسني افغانستان داسې ننګه كړې چې زموږ له پاره دملې هويت اوملي تشكل په لاره كې ځانګړي اهميت لري ، په دې مانا چې غزنويانو افغانستان ته له هرې خوا يونوى هويت اونوم ورپه برخه كړى دى ، په ياد مودي چې په اوسني لغمان كې دهندي جييال سرتيري اوحاكمان پرواك وو، خودغه نوميالي اوځوان شهزاده په سلگونو فيلان ترې ونيول او په خورا ميړانه يې هغوى د باتورو پښتنو په مټو ووهل اوهغوى يې داوسنۍ پښتونخوا تراولكه هم ورهغې خواته وشړل .
يووخت ما دهند په ګجرات پوهنتون كې دغزنوي دورې په باب لكچر درلوده ، يوچا داخبره وكړه چې دمحمود له لاسه زموږهرڅه بربادشول ، دهغه لښكروپرهند باندې خورا بديرغلونه وكړل ، دهغوپوځيان ډيرظالم وو...
ما يوازې دومره ورته وويل : (( ځكه چې دهغه ډيركې پوځيان هنديان وو )) . ددغې لنډې جملې په مانا هغه سړى پوه شو، اودا يوتاريخى حقيقت دى ، كومې لښكرې چې محمود هند ته استولي په تيره هغه چې په هغه ځل يې (سمنات )هم راوپرځاوه له نژدې اويا زرو پوځيانويې (( څلويښت زره پوځيان هنديان ، ديرش زره پښتانه اوشل زره ترك توكمي اونور وو. چې هند يان دهندې جنرال ترقومانده لاندې په مخكې وو، ورپسې پښتانه اووروستي دادريمه ډله وه چې زياتره يې دفترې اولوژستيكې چارې پرمخ بيولې ، دهند دسوبې په جګړو كې هنديان ترهرچا مخكې په خورا ميړانې سره جنګيدل ))ځكه نودتاريخې اسنادو له مخې داانتقاد خپل ځواب لري .
په همدې شان په فرهنګى لحاظ هم غزنوي دوره داسې يوه دوره ده چې فارسي ژبه په كې وغوړيده اودهند ترپولو پورې يې ادبې اومعنوى پوله پراخه شوه ، دادغزنې بركت وچې دغه ژبه تراوسه دهند په لتو باندى لاله خپل برمه ونه لويده اونومياليو پښتنو پاچاهانوپه خپلو دربارونو دغه يادګار كه څه هم مورنى ژبه يې نه وه وپنځوله اودغې ژبې ته يې تراصلې اوسيدونكو زيات خدمتونه ترسره كړل ، اوس دهند په كتابخانو كې درسمې شمير له مخې تر درى لكوزياتې پارسې قلمې نسخې شته چې زياتره يې لاتراوسه هم نه دي څيړل شوې اونه دهغو نومياليوافغانانواوسنيوواريثنو ته داپته شته چې ددوى پلرونو دغې ژبې اوآن خپل تاريخې شته والي ته څومره خدمت كړى دى . څومره انسانې ارزښتونه دوي دعلومو په بيلابيلو برخو كې په دغه ژبه باندې په هند كې كښلي دي ، هو، له بده مرغه موږ ترې ناخبره يو ، زه چې كله دفارسي ژبې يوشمير په اصطلاح تش په نامه خواخوږو ته چې په پټوسترګو يې له ځانوددغې ژبې ټيكه داران جوړكړي عجايبات اورم اوګورم داپوښته راسره پيداكيږي چې كاشكي دغوښاغلو ته خو لږ ترلږه دخپلې ژبې په باب معلومات واى چې تردغه دمه دغه ژبه چا دومره پرتم ته رسولې ده. كه له فارسي ژبې دهند ونډه اوپه هندكې دپښتنو ونډه ان تردغه دمه لرې كړې ، دغه ژبه خوله غزنوي دورې راپه دې خوا نه په فارس اونه هم په افغانستان كې داسې ديادونې وړ زيرمه لري ، چې پرهغو باندې دې سړى په پراخه سينه څيړنې وكړاى شي. دعلم مدارجوته دغه ژبه دهندپرلتو افغاني پوهانو، صوفيانو اودرباريانو رسولې ده. هغه افغاني صوفيان چې دزياترو جرړې چې په هندكې دروحانيت لوړغرونه شميرل كيږي اوس هم په غزنى كې شته،لكه دحضرت قطب الدين بختيار كاكې اړوندان اونور، دغلجى ، لودي ، سوري دربارونو روحانې تكيه ځاى غزنى و، دچشتيه طريقې نوميالى لارښود اومحبوب القلوب حضرت نظام الدين اوليا مور له غزنې ترډيلي پورې ورسيده اوهلته يې خپل دغه نوميالې زوى دچشتيه روحانيت ترسيوري لاندې وروزه چې ترننه پورې دهغه مزار، تعليمات اوروحانيت دهندپه لتو دالهي اردات ترټولو عالي اوانسانې وړتيا لري .
اوپه پاى كې :
ددغې ګردې مقدمې له يادولو زموږ مقصد اومطلب دادى چې دادټولوافغانانواوافغاني نسلونو حق دى چې دخپلو تاريخي اوفرهنګي ارزښتونو په پام كې نيولو سره دعصر اوزمان دپرمختګ په ترڅ كې دخپلوهغو تاريخې ارزښتونو په رڼاكې چې په واك كې يې دي كارواخلي ، په دې وروستيوكالو په افغانستان كې دهيواد دنوي نسل دروزنې له پاره په ملي سويه يوشمير په زړه پورې ګامونه اوچت شوي ،ښايي دا دښاغلي حامدكرزي دفرهنګي پاليسئ له لويو برياوو څخه يوه وي چې دهيواد په گوټ گوټ كي يې دهيواد دنوې نسل دروزنې له پاره يوشمير دپاملرنې وړ ګامونه پورته كړل چې ترټولو مهم يې دهيواد په گوټ ګوټ كي دپوهنتونونو جوړول اوپرانستل وو، داكار په پكتيا، باميانو، كابل ، پروان ، تخار اونورو سيمو كې دخپلوشتو امكاناتوپه ترڅ كې سره شو، اوس اوس په دې نژدې وختوكې ولسمشرښاغلي حامدكرزي دغزنې دخلكو له پاره په غزنې كي ديوه پوهنتون جوړولو وعده كړې اودغه پوهنتون يې ددغه ولايت خلكوته منلی دي . ددغه ډيرنفوس لرونكي ولايت خلك ددغه پوهنتون دپرانستواوپيل كيدو په انتظار دي . ويل كيږي چې ددغه پوهنتون دجوړولو كاركومې خارجې موسسې لاپخوا پرته له دې چې په دغه برخه كې يوعادي ګام هم اوچت كړي په خپلومنګولو كې نيولى دى .
دغزني خلك اوددغه ولايت زيات شمير فرهنګيان ، پوهان په هيواد كې دننه اوباندې يوځل بيا ولسمشرښاغلي كرزي، فرهنګې مشاوريت اودلوړو زده كړو وزير ته دزړه له كومي خپل وړانديز كوي چې دغزنې پوهنتون خبره ديوه تاريخې اوملي رسالت په توګه دخپل كار له مهمواجنډاوو څخه وگڼي اوژر تر ژره دغه تاريخې وياړ دافغانستان دمعاصرتاريخ په دغه دوره كې دغزني دتيربرم اوفرهنګي تلپاتې نامه په پام كې نيولوپه خپله دوره كې دځان كړي . دغزني ولايت موقعيت ، نفوس اوفرهنګي ميراث په خپله ددې له پاره په تمامه مانا برابر دى چې دهيواد په دغه تاريخې سيمه كې هم دافغانستان نه يوازې تعليمي بلكې څيړنيز پوهنتون چې په راتلونكې كې كه دپاك الله اراده وه داسيايې اواسلامي څيړنو يولوى افغانې اكاديميك روزنځى اومركز وي ژر تر ژره پرانيستل شي .
په درناوي
پوهنوال ډاکټر عبدالخالق رشيد
دغزني اوشاوخوا ولايتونو ديو شمير منورينواودپوهې اوفرهنګ دلارويو په استازيتوب
",( غزني پوهنتون ) دغزني د تاريخي او فرهنګي پرتم او پېژندګلوۍ نښه
2838,غوث الدين فروتن - کندهار,"
غوث الدين فروتن - کندهار
په زابل كې د بادام ګل مشاعره جوړه شوه
د روان ۱۳۸۴ لمريز كال د وري د مياشتې په ۱۳ د شنبې په ورځ د سهار په نهو بجو د بادام ګل په وياړ مشاعره جوړه شوه.
په دې مشاعرې كې د زابل ولايت پر ليكوالو، شاعرانو، او مينه والو سربېره له كندهار ولايت څخه د افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز (ايينه)، بېنوا فرهنګي ټولنې، هيواد كلتوري ټولنې، كندهار نندارې او د سهيل لوېديزې سيمې ګڼو شاعرانو، ليكوالو، ممثلينو او نورو مينه والو ګډون كړى وو.
لومړى د زابل ولايت والي دلبر جان ارمان وينا وكړه او دداسې مشاعرو او غونډو په ارزښت يې خبرې وكړې او له داسې غونډو او مشاعرو سره يې خپل ملاتړ څرګند كړ اوخپل شعر د غونډې برخوالو ته وړاندې كړ.
ورپسې د ترنك ادبي ټولنې مشر سيدا جان غمخور وينا وكړه، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل: دا زمونږ دوهم ځل دى چې په زابل ولايت كې د بادام ګل په وياړ مشاعرې جوړوو، غواړو چې د بادام ګل مشاعره يو دوديز شكل غوره كړي، د ترنك ادبي ټولنه او د زابل ولايت فرهنګيان، ليكوال او شاعران به په راتلونكي كې هر ځل د نوي كال د رابره كېدو سره سم دا ورځ د مشاعرې په ترڅ كې لمانځي.
په دې مشاعره كې ټولو هغو شاعرانو چې د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه راغلي وو خپل شعرونه واورول. دا غونډه د ماسپښين په دوو بجو پاى ته ورسېده.
",په زابل کي د بادام ګل مشاعره جوړه شوه
2839,اتل وردگ- کا بل,"
د ميني اظهار
ما خو کلو نه تیر کړل
چی تا ته ووايم :
زما په ژوندا نه کښی ته يې
د مینی خدای دي گڼم-
را ته ژو ندون ته بخښې
تا سره مینه کوم!
قسم چي سخت ؤ راته
دغه د ميني اظهار
خو تا په یوه شیبه کښي
په کبر جنه ادا
څو مره سا ده وو یل:
زه خو د بل چا یمه !
",زه خو د بل چا يمه !
2840,,"
١٨ د وری ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه د روم پر لور وخوځېد تر څو د کاتوليک عيسويانو د مذهبي مشر پاپ جان پال ٢ د جنازې په مراسمو کي ګډون وکړي .
ولسمشر کرزي د عيسويانو د مذهبي مشر پاپ په مړينه خواشيني ښودلې وه .
ټاکل شوې ده چي سبا ته به د اېټاليې د روم په ښار کي پر مليونونو عيسويانو برسېره د نړۍ يو شمېر سياسي مشران ، ولسمشران او وزيران د پاپ جان پاول په جنازه کي برخه واخلي .
",ولسمشر حامد کرزی ايټاليې ته ستون شو
2841,,"
١٨ د وری ١٣٨٤
د کابل د قلا فتح الله پر سړک نن غرمه د پوليسو پر موټر د ډزو په پايله کي دوه تنه پوليس ووژل شول او يو تن دکاندار ټپي شو.
ددې بريد پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخستې ، په سيمه کي عيني شاهدان وايي چي بريدکوونکي په يوه بې نمبر پلېټۀ موټر کي سپاره و ، ډزي يې وکړې ، او په منډه د پيښې له ځايه وتښتېدل .
د پوليسو چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه خبريالانو ته له څه ويلو ډډۀ کړې ده . او د وژل شويو دوو پوليسو پيژندنه هم تر اوسه پوري نه ده شوي .
",وسله والو کسانو په کابل کي دوه تنه پوليس ووژل
2842,,"
د اسيا پرمختيايي بانک افغانستان ته ٣٥ مليونه ډالره ورکوي چي په افغانستان کي د ګرځنده مخابراتي خدماتو د پرمختګ لپاره وکارول شي .
د فليپين په پلازمېنه مانيلا کي اسيا پرمختيايي بانک په يوه اعلاميه کي وويل چي دغه پور په افغانستان کي د روشن ټيلفوني کمپنۍ ته ورکول کيږي ، تر څو د افغانستان په ټولو ښارونو کښي خپلو خدمتونو ته پراختيا ورکړي .
که څۀ هم چي افغان بېسيم ټيلفوني شرکت په افغانستان کي لومړنی شرکت و چي د ګرځنده ټيلفونونو اسانتيا يې رامنځته کړه ، خو دا مهال روشن ټيلفوني شرکت د ټول هيواد په کچه په ډېرو سيمو کي دګرځند ټيلفون اسانتيا رامنځته کړېده .
د اسياخدماتي بانک يوه مالي کارپوه وويل چي په تېرو دېرشو کلونو کي دا لومړی ځل دی چي په افغانستان کي يوه شخصي شرکت ته دومره مهم پور ورکول کيږي .
",داسيا پرمختيايي بانک افغانستان ته پور ورکړ
2843,سپېڅلی,"
١٩ دوری ١٣٨٤
د اشپيگل مجلې د سې شنبې په ورځ دخپلي ا نترنتي پاڼي د لاري د ينا د پوهنتون د فزيک د موسسې د ستوري پېژندونکي رصد خانې د مدير ""رالف نوي هويزر"" دخولې نه ويلي دي : چې موږ پوره ډاډمن يو چې يوه نوې کره مو کشف کړېده .
ددغې سيارې انځور د کوچنيو ټکو په څېر ښودل کيږي چې د ""ګ كو لوپي"" د ستوری سره ملګرتوب کوي
په داسي حال کې چې ""ګ كو لوپي"" ستوری چې په شمسي منظومه کې و لمر ته ورته دی د عمر نه يې يوازي يو مليون کاله تيريږي خو لمر بيا ددېنه ٤٦٠٠ واره زيات عمر لري .
د""ګ كو لوپي"" ستوری د ځمکې نه٤٠٠ نوري کاله واټن لري ( هر نوري کال څه نا څه لس بيليونه کيلومتره دی)
په هغه عکس کې چې په چيلي کې د اروپا د رصد خانې د تلسکوپ لخوا اخيستل سوی دی يوه ستره ګازي توده ليدل کيږي چې د څېړونکو په حساب د يوه نه تر دريو ځله پوري د مشتري دسيارې په اندازه وزن لري .
",المانيانو يوه نوې سياره کشف کړه
2844,مولوي نورالحق,"
دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په ژوند بي شماره كتابونه ليكل شوي دمسلمانا نو څخه علاوه يوزيات شميراروپايي تاريخ پوهانو هم كتابونه ليكلي دنبوي سيرت په اړه يواروپائي تاريخ پوه وائي \""دسيرت ليكونكوتعداد دومره زيات دى چي شميريي ممكن ندى \"" كفار چي زمونږ دخوږپيغمبر په اړه دومره معلومات لري مونږولي تري ناخبره يو؟ دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نسب : دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نسب دنړۍ ترټولونسبونو غوره اوپاكيزه دى او دمكى مشركينو هم پدى اعتراف كاوه دپلار له طرفه يي شجره نسب په لاندي ډول دى اوله برخه :محمد بن عبد الله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصي بن كلاب بن مُره بن كعب بن لوى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خذيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن عدنان دوهمه برخه : بن اْد بن هميسع بن سلامان بن عوص بن بوز بن قموال بن اْبي بن ناشد بن حزال بن يدلاف بن طابخ بن جاحم بن ناشح بن ماخي بن عيض بن عبقر بن عبيد بن الدعابن حمدان بن سنبر بن يثربي بن يلحن بن اْرعوي بن عيض بن ديشان بن عيصر بن افناد بن اْيهام بن مقصربن ناحث بن زارح بن سمي بن مزي بن عوضه بن عرام بن قيداربن بن اسماعيل عليه السلام بن ابراهيم عليه السلام دريمه برخه : دابراهيم عليه السلام نه پورته ابراهيم بن تارخ بن واسمه اّزر بن ناحور بن ساروع بن اْوساروغ بن راعو بن فالح بن عابر بن شالح بن سام بن نوح عليه السلام بن لامك متوشلح بن اخنوخ (ادريس عليه السلام ) بن يرد بن مهلائيل بن قينان بن اّنوشه بن شيث بن اّدم عليهما السلام. دپيدا يښت نه وړاندي داّنحضرت صلي الله عليه وسلم بركات : دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په صورت كي دهدايت روښانه لمر راختلو نه وړاندي داسي نښاني موجودي وى چي دمحبوب دپيدايښت زيري يي وركاوه دمحدثينو په نزد دي ته ارهاصات وايي . دنبي كريم صلي الله عليه وسلم مور بي بي اّمنه وايي !كله چي محمد زما په ګيډه وو ماته زيرى راكړل شو چي) ستا ماشوم به دټول امت سردار وي كله چي پيدا شي ووايه چي الله ته مي سپارلى اونوم يي محمد كيږده ( وايي دحمل په موده كي مي يوه رڼا وليده چي دهغي په زريعه مي دشام ماڼۍ وليدى. ( سيرت ابن هشام) بي بي اّمنه وايي مادحمل په موده كي هيڅ تكليف ندى ليدلي كوم چي نوري ښځي يي محسوسوي . همدغه راز نوري بي شماره نښاني موجودي شوي ",سپيڅلى نبوي سيرت
2845,مفتي محمد شفيع رحمه الله,"
د وحيي اړتيا
دالٌهي ارشاداتو دبرخي محترمو لوستونكو! قراّن كريم چونكه په محمد مصطفٌي صلي الله عليه وسلم دوحي په زريعه نازل شوى نواول بايد دوحي په اړه معلومات ولرو. دوحي اړتيا : هر مسلمان پدي پوهيږي چي ده ته الله تعالي ژوند دامتحان لپاره وركړى دى او دده په غاړه يي يو څه مسْوليتونه ايښي دي ټول كاينات يي دده خدمت لپاره مقرر كړي نو پدى اساس انسان ته پكار د ي چي دوه خبري په نظركي وساتي اول داچي دكايناتو هره زره په خپل ځاى استعمال كړي اودوهم دا چي ددى په استعما ل كي دالله رضاءپه نظركي وساتي اوهيڅ داسي كار ونه كړي چي الله پري نا راضه كيږي . ددي دواړو كارونو لپاره انسان علم ته اړ دى ځكه كه ده ته دكايناتو حقيقت نه وي معلوم دشيانو په خواصو نه پوهيږي استفاد ي اخستو طريقه ورته نه وي معلومه تر هغي ددنياوي اسبابو څخه استفاده نشي كولاي همدغه راز تركومي پدي ونه پو هيږي چي الله په كومو كارونو خوشحاليږي اوپه كومو خفه كيږي تر هغى دالله درضا مطابق ژوند تيرول ممكن نه دي. الله تعالي دانسان پيداكولوسره درى داسي شيان پيداكړي چي په پورته خبرو پوهيدل اسانوي (1) دانسان حواس لكه سترګي غوږونه لاس پښه ..(2)عقل (3) وحي چنانچه انسان زيات شيان دحواسو په زريعه معلوموي څه دعقل اوكومو ته چي عقل نه رسيږي هغه بيادوحي په زريعه الله تعالي ورمعلوموي . پورته زرايع هر يو په خپله دايره كي كار كوي لكه څه چي په حواسو معلوموي هغه په عقل نه كيږي لكه يو ديوال په سترګو وګوري اورنګ يي درته سپين معلوم شي ليكن كه ستر ګي پټي كړي اوتصور وكړي نو رنګ معلومول ممكن نه دي همدغه راز كوم شيان چي په عقل معلوميږي يوازي په حواسو ممكن نه دي په ديوال لاس ايښودوسره دانشي معلومولاي چي داكوم انسان جوړ كړى بلكه ددى لپاره عقل ته اړتيا ده . دذكرشووشيانو يو حدد مقرر دى چي هغي نه اخوا ادراك نشي كولاي لكه دامعلومول چي دديوال په څنګه استعمال الله رضاءكيږي دامعلومات بيا دوحي په واسطه كيږي ددي نه څر ګنده شوه چي كوم كارونه په حواسو او عقل معلوم نشي او معلومول يي ضروري وي دا مسْله بيا وحي حل كوي نو وپوهيدو چي وحي څومره ارزښتناكه ده . الله تعالي انسان ديوه خاص مقصد لپاره پيدا كړى نو بيا دا څنګه ممكن ده چي لارښونه دي ورته ونه كړي او دا دي هم ورته ونه ښائي چي دايي نړۍ ته دڅه لپاره راليږلي ؟ دده مرام څه دى ؟ او خپل هدف ته څنګه رسيداى شي ؟ پدي هرڅه پوهيدو لپاره يي پيغمبران راليږلي اوكتابونه يي وركړي دلته به مونږدقراّني لارښونو په رڼاكي دخپل ژوند هدف اومقصد معلوموو يادونه : دي پسي به ان شاء الله دقراّن كريم عام فهمه ژباړه ولولئ . ",دوحيي اړتيا
2846,مولوي عبدالحق منصور,"
دتوحيد عقيده توحيد داسلام لومړۍ اوبنيادي عقيده ده. يوه نظريه نه بلكه دانسان څخه دحقيقي انسان جوړولو يوازينۍ لارده چي دانسان دټولو مشكلاتو حل هر حال كي دده دپناه ځاى اود هر غم وفكر ختمونكي ده دتوحيد په زريعه انسان ته پدي پوهيدل اسان شي چي دكايناتو دټول نظام چلونكى يو او مهربانه ذات دى دسوره بقرى ١٦٣ ايات كي الله تعالي فرمايي:
وَاِلٌهُكُم اِلٌه وَاحِد لاّاِلٌهَ الا هُوَالرحمٌنُ الرحِيم
ژباړه :
او معبود ستاسي معبود يو دى بل څوك دعبادت لايق نشته مګر هم دى خورامهربان پوره رحم لرونكى دى ښكاره خبره ده دچاپه زړه اودماغوچي تو حيد خپور شي نو دنيا ورته جنت ادټولني څخه يي جګړي او فسادونه ختم شي ددى عقيدى لرونكي ددنيا دهر خوف اوخطر څخه بي پروه زندګي تيروي. او د لااله الاالله كليمې ويلو مفهوم همدا دى . دتوحيد لپاره يوازي په ژبه اقرار كافي ندى بلكه دزړه تصديق ور سره ضروري دى ( معارف القراّن جلد1صفحه١٣٩) اوس به په الله تعالي باندي ځمونږ دعقيدى په اړه دحضرت مولا نا اشرف علي تهانوي دكتاب څخه ترتيب وار ليكنه كوو
(١) عقيده : ټول كاينات نه وو موجود الله تعالي پيدا كړل
(٢)عقيده : الله يو او دهيچا محتاج نه دى
(٣)عقيده : الله هميشه موجود وو او هميشه به وي
(٤)عقيده : هيڅوك او هيڅ شى دالله په څير نشته
(٥)الله ژوندى دى دالله قدرت پر هرڅه دى دالله دعلم نه هيڅ پټ نه دي هغه هرڅه ګوري هرڅه اوري او همدغه ذات دعبادت لايق دى .شريك نه لري په خپلو بندګانومهربان دى بادشاه دى دټولوعيبونو څخه پاك دى همدا دعزت والا دى دلوئي والا دى پيداكونكي دى رزق وركونكى دى چاته چي وغواړي رزق زياتوي اوچاته چي وغواړي كموي څوك چي وغواړي عزتمند كوي اوڅوك چي وغواړي ذليل كوي دانصاف څښتن دى دعاء قبلونكي دى
(٦)بندګانو ته الله پوهه اواراده وركړي چي دګناه اوثوابكار بيا په خپل اختيار كوي
(٧) الله تعالي خپلو بندګانوته داسي حكم نه دى راليږلى چي په توان كي يي نه وي
(٨)دخداي په زمه هيڅ لازم نه دي چاته چي څه وركوي دايي فضل دى.
",عقيده
2847,,"
١٩ د وری ١٣٨٤
د ننګر هار ولايت په مرکز جلال اباد کې نن د (نارنج ګل) دوديزه مشاعره او مېله د نارنج د ونو تر سيوري لاندي جوړه شوه او تر اوسه پورې دوام لري.
د نارنج ګل دوديزه مېله د ډېرو کالونو راهيسي په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو ولايتونو او سېمو د ادېبانواو شاعرانو په ګډون دنوي کال او پسرلي په هرکلي کې جوړيږي.
په روانه مشاعره کې د ګڼو ليکوالو او شاعرانو تر څنګ د افغانستان د حکومت د کابينې څو وزيرانو هم ګډون کړي دی . ", په جلال اباد کې د نارنج دګل مشاعره
2848,,"
١٩ د وری ١٣٨٤
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ماشومانو د تښتونې شمېره دسلګونو څخه اوښتې ده.
",د ماشومانو د تښتونې د مخنيوي په هکله سيمينار
2849,سپېڅلی,"
٢٠ دوری ١٣٨٤
څېړنو اوس داخبره جوته کړېده چې د خوب لږوالۍ په بدن کې د اشتها د تنظيمونکو هورمونونو په ډېرښت کې لوي لاس لري .
دهغه ګزارش پر اساس چې د علمي معلوماتو په مياشتنۍ تازه ګڼه کې خپور سوی دی راغلي دي چې دغو څېړنو ښودلي دي چې هغه کسان چې په دوو شپو کې صرف څلور ساعته وېده کيږي په هغوي کې د لپتين Leptin يا د بې اشتها يې هورمون کم سوي خو په سلو کې د اته وېشتوبيا دGhrelin په نامه د اشتها هورمونونه زيات سوي دي .
په ګزارش کې ويل کيږي چې هغه نارينه ځوانان چې لږ خوب لري زياتره يې خواږه او نشايسته لرونکې خواړه خوري، خو ددې رژيم د بدلون وجه په درستی سره نه وه څرګنده سوې .
په پورتنی ګزارش کې راځي چې څرنګه چې ماغزه په ګلوکوز باندي تغذيه کيږي خو د بېخوبۍ په حالت کې يوازي و كربوهيدراتو ته اړتيا لري .
دغه څېړنه لومړنۍ څېړنه ده چې داخبره يې را سپړلې ده او وايې چې : خوب دغه دوه مهم هورمونه تنظيموي، هورموني بدلونونه د اشتها په اندازه پوري اړه لري او لږ خوبي او د کالورۍ ډېر والی يو د بل سره مستقيمي اړيکي لري .
ددې مطالعې ډېره مهمه ځانګړتيا ددو هورمونو ياني لپتين يا دبې اشتها يې هورمون او Ghrelin يا د اشتها د هورمون څېړنه او د هغوي د نسبت څرګندوالی دی .
ګزارش وايې چې کم خوبه خلګ شيرني، چاکليټ، کيک او نور خواږه خواړه تر مېوو، ترکاريو او لبنياتو زيات خوښوي او په هغوي کې د وزن زياتوالی ليدل کيږي .
",بېخوبي او د چاغښت سره د هغه تړاو
2850,,"
کندهار ١٨- وری - ١٣٨٤
دکندهار په ولايت کي د لومړي ځل لپاره د ازادو ټاکنو له لاري دژورناليستانو خپلواکه ټولنه جوړه شوه .
په دې اړه د روان لمريز کال د وري پر ١٨مه نېټۀ په يوه جوړه شوې غونډه کي د پټو رايو له لاري د بېنوا فرهنګي ټولني مشر ښاغلی عبدالاحمد محمديار د ژورناليستانو د خپلواکي ټولني دمشر او د ايېنې مطبوعاتي دفتر مشر ښاغلی غوٍث الدين فروتن د مرستيال په توګه وټاکل شوه .
ياده شوې ټولنه چي ټوله ٣٠ تنه غړي لري شپږ تنه غړي يې (سعيد زابلى، استاد حيات الله رفيع، عبدالاحد محمد يار، دواخان مينه پال ، استاد تيمور او نور الله نوري ) په کابل کي د ژورناليستانو د ژغورني د نړيوالي ټولني د کنفرانس لپاره ټاکل شوي دي .
په نوموړې غونډه کي په کندهار کې د اينې د مطبوعاتي مرکزپه دفتر کي کندهارمېشتو دبهرنيو اوداخلي آژانسونو ، راډيوګانو،ژورناليستانو ،اوادبي ټولنو،.دبشرد حقوقودسيمه ييزدفتراستازو، دلويې جرګې وکيلانواودملي ډ موکراتيک سازمان استازو برخه اخيستې وه .
ښاغلي محمديار د خپلي نوي دندي په اړه وويل : ( که دژورنالستانو او ولس مرسته او ملاتړ له را سره وي نو وبه کولای سم د ولس ستونزي دولتي چارواکو ته په ښه توګه وړاندي او دژورنالستانو له حقوقو څخه دفاع وکړم ) .
",په کندهار کي د ژورناليستانو خپلواکه ټولنه
2851,منصور,"
عن أميرِ المؤمنينَ أبي حفصٍ عمرَ بنِ الخطَّابِ رَضِي اللهُ عَنْهُ قالَ: سَمِعْتُ رسولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يقولُ: ((إِنَّمَا الأَعْمَالُ بالنِّيَّاتِ وإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ ما نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إِلى اللهِ وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا أَو امْرَأَةٍ يَنْكِحُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ)). رواه إماما المحدِّثينَ: أبو عبدِ اللهِ محمَّدُ بنُ إسماعيلَ بنِ إبراهيمَ بنِ المغيرةِ ابنِ بَرْدِزْبَه البُخاريُّ. دلومړي حديث ژباړه : حضرت امير الموْمنين عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمائي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل دټولوعملونو دارومدار (دثواب او عذاب موجب كيدل )په نيت باندي دى هرچا لپاره به هغه بدله وركول كيږي دكوم يي چي نيت كړى چاچي هجرت وكړ (دده په نيت) دالله اورسول لپاره نو(دالله په وړاندي هم)دده هجرت دالله اورسول لپاره دى اودچا هجرت چي (دده په نيت )ددنيا حاصلولويا دكومي ښځي سره دنكاح لپاره وي نو(دالله په وړاندي به هم )دده هجرت دهمدي شيانو لپاره ليكل كېږى . شرحه :پورته حديث كي نبي كريم صلي الله عليه وسلم په اعمالو كي دنيت ارزښت بيانوي تر څو هر عمل كونكى خپل عملونه وتلي چي زما فلانى عمل دڅه لپاره وو اوهم هغه شان دالله نه دپدلي اميد ولري داحديث شريف دمحدثينو په نزد زيات ارزښتناك دى حضرت امام شافعي او امام احمد رحمهما الله ددى حديث په اړه وائي چي داد علم دريمه برخه ده ځكه دانسان اعمال ددرى شيونو څخه صادريږي (١)دزړه نه (٢) ژبي نه (٣)اونورواندامونو څخه او دنيت تعلق زړه سره دى نو دريمه حصه شوه همدغه راز امام شافعي رحمه الله فرمايي دى حديث نه دفقي اويا بابونه معلوميږي نو بنا پردي اسا س هر مسلمان بايددخپل اعمالو محاسبه وكړي په ټولو امورو كي نيت خالص دالله رضاكولو لپاره وګرځوي يادونه : دنبوي ملغلرو په پاڼه كي دمشهور محدث امام نووي رحمه الله دڅلويښتو احاديثوژپاړه اومختصر شرحه لولو ورسره به دحپلو اعمالومحاسبه او اصلاح به يي كوو - ( منصور) ",په زړه د نيت ارزښت
2852,,"
د پاپ جان پاول مړی د واتيکان د ښار د سن پيټرز په کليسا کي خاورو ته وسپارل شو .
د نوموړي مړی چي د تختو په يوه ساده تابوت کي اېښودل شوی و د کليسا په هغه برخه کي چي پخواني پاپان ( پوپان ) ښخ دي خاورو ته وسپارل شو .
د ښخيدو تر مخه لومړی د کليسا په مخ کي دجنازې مراتب تر سره شوۀ ، چي د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه په سلګونو زرو نر او ښځو ګډون پکښي کړی و . ويل کيږي چي تر اوسه په ټوله نړۍ کي په هيڅ يوه جنازه کي په دومره ډېر شمېر کسانو ګډؤن نه و کړی .
په دې مراتبو کي د نړۍ د يو شمېر هيوادونوپاچاهانو،ولسمشرانو، وزيرانو ، اود بېلابېلو دينونو مذهبي مشرانو په ډله کښي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون درلود .
",دپاپ جان پاول مړی خاورو ته وسپارل شو
2853,,"
",
2854,سيدرحمان وګړپال حبيب,"
خيال
ما چي په ځان واخيست تهمتونه ستا
څه له که راکوې څوک پيغورونه ستا
څنګه دي پيغور په ځان وانخلمه
شونډي دي غوټۍ سترګي جامونه ستا
مږده په زړګي مې دملهم پټۍ
پريږده چي پکي وې پرهرونه ستا
دومره خيال يې ساته ما خو درکړلو
ډير پکي پراته دي ارمانونه ستا
شک راته پيداشي يارانه کي دي
کله چي راياد کړمه لوظونه ستا
دې دنيا کي دغه راپه برخه شو
خيال کي جوړومه تصويرونه ستا
",خيال
2855,,"
رويټرز کندهار٢٠- وری
طالبانو نن تائيدکړه چي هغه دولتي چارواکی چي څو ورځي مخکي يې د زابل له ولايت څخه تښتولی و ، وژلی دی .
د زابل د ولايت د اوبو او برېښنامسول سراج الدين چي دوې ورځي مخکي د زابل ولايت د قلات ښار څخه دباندي د طالبانو د يوې ډلي له خوا تښتول شوی و ، وژلی دی .
د وژني دا خبر د زابل ولايت د مرکز قلات پوليسو تائيد کړی دی .
د رويټر خبري اژانس خبر ورکوي چي دا دطالبانو له خوا د يوې اوونۍ په دننه کي په سهيل لودېځه حوزه کښي پردولتي کارکوونکو دريم بريد و .
طالبانو مخکي تر دې هم خبر ورکړی و چي د ژمي په تېرېدو سره به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي .
",طالبانو په زابل کي يو دولتي چارواکی وواژه
2856,,"
کابل ٢٠ وری
دوې ورځي مخکي ( چهارشنبې ) د غزني په ولايت کي د امريکايي پوځ د لوېدلي هلي کفتر د مړو شمېر ١٨ ته رسيدلی دی ، د پيښې په ورځ امريکايانو په پېښه کي د شپاړسو تنو د وژل کېدو خبر تائيد کړی و ، او هيله يې کول چي دوه تنه سرتيري به يې ژوندي وموندل شي . خو نن په کابل کي د امريکاد پوځ يوه وياند وويل چي ددوی سرتېرو د لوېدلي الوتکي په پاته شونو کي د دوو تنو سرتېرو مړي پيدا کړي دي . چي په دې سره د ټولو وژل شويو کسانو شمېر ١٨ ته رسيږي .
دې الوتکي د کابل څخه سهيل لويديځ ته پوځيان ليږدول .د تيري چهارشنبې په دې پېښه کي چي د ائتلافي ځواکونو د وياند په وينا د هوا د خراب والي له کبله رامنځته شوه ، ټوله ١٥ تنه امريکا يي سرتيري او درې تنه افغانان وژل شوي دي .
ټاکل شوې ده چي نن به د امريکامتحده ايالاتو څخه د پلټني يو پلاوی کابل ته ورسيږي ، چي د الوتکي د لوېدلو په اړه به پلټني کوي .
",ائتلافي ځواکونو ومنل چي دغزني په پېښه کي ١٨تنه مړه دي
2857,,"
دسورة الفاتحى فضيلت په احاديثو مباركو كي دسوره فاتحي زيات فضائل ذكرشوي چي څه تري په لاندي ډول ذكر كيږي. ١: نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمائيلي دقراّن ترټولوستر سوره دى .(بخاري باب ماجاءفي فاتحه الكتاب حديث٤٤٧٤) ٢:سوره فاتحه الله يواځي نبي كريم صلي الله عليه وسلم ته وركړشوي دايونوردى چي بل پيغمبر ته نه دى وركړشوى.(صحيح مسلم حديث١٨٧٧) ٣:سوره فاتحه په خاص ډول دلمانځه سوره دي ددي نه غير لمونځ نه صحيح كيږي (مسلم حديث٨٧٤) (٤)سوره فاتحه دهرمرض شفاده سوره فاتحه كي دادومره فضائل ځكه دي چي په جامعو معني ګانومشتمل دى بلكه په قراّن كي چي څومره عقايد احكام اوفوايدبيان شوي داسورت دهغه ټولوخلاصه ده نو پدي اساس لازمه ده چي هرمسلمان پدي سوره ځان پوه او عمل پري وكړي
{بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمـَنِ الرَّحِيمِ (١)الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (٢) الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ (٣) مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ (٤) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (٥) اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ (٦) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ (٧)}
ټول ثنا اوصفت الله تعالي لره دي چي پالونكى دټولومخلوقاتودى(١)بښونكى اومهربانه دى(٢)بادشاه دورځي دقيامت دى ٣)خاص هم تالره عبادت كوو اوهم تا نه امداد غواړو(٤)مونږته برابره لار وښايه (٥)دهغه كسانولار چي تاپرى انعام كړى(٦) نهْ دهغه كسانولارچي تاپرى غضب كړى اونه لار دګمراهانو(٧) مختصر تشريح : دپورته سوره په لومړي جز يعني اولودرى اياتونو كي دكايناتو دمالك ثنا ورپسي يوايات كي يوازي دالله تعالي دعبادت اقرار اودسورت ترپايه پوري دعا ده په الحمد لله رب العالمين الرحمن الرحيم كي انسان ته ښونه كوي چي ته په خپله ماضي اوحال كي يوازي الله ته محتاج يي په ماضي كي يي دنشت نه شته كړى اودتمامو كايناتوكي يي ښايسته شكل اوصورت دركړاواوس يي ستادتربيت سلسله جاري ساتلي ملِكِ يَومِ الدين كي فرمايي چي دا انسان په راتلونكي كي هم دالله جل جلاله محتاج دى ځكه دقيامت په ورځ به الله نه علاوه بل مدد ګارنه وي .الله چي دومره لوۍ ذات دى نوهرعاقل به پخپله وايي اياكَ نَعٌبُدُ كله چي داڅرګنده شوه چي حاجت پوره كونكي يوازي الله دى نومرسته به هم يوازي دهغه نه غواړى وَاِياكَ نَسٌتَعِين او په وروستيو اياتونو كي دغوښتني مضمون اوديوى خاص دعاءتلقين دى چي هغه دسمي لاري غوښتنه ده ",دسورة فاتحى ژباړه اولنډتفسير
2858,منصور,"
دالله تعالي دعبادت لپاره پاكوالى لازم دي پاكوالي په دوه ډوله دى يو دلوي بي اودسۍ (جنابت) څخه دوهم دوړي بي اودسۍ څخه كه څوك جنوب نه وي په ده دلمانځه لپاره اودس لازم دى رازۍ اول زان داودس په فرايضو اوسنتو زان پوه كړو داودس فرايض : الله تعالي په قراّن كريم كي فرمايي:
يَااَيهَاالذِينَ امَنُوٌا اذَاقُمٌتُمٌ اِلَي الصلوهِ فَاغٌسِلُواوجوهكمٌ واَيٌديكمٌ الَي المرافقِ وامسحوا بروْسكم وارجلكم الَي الكعبين
ژباړه :
اى موْمنانو كله چي تاسي دلمانځه لپاره پورته شۍ نوخپل مخونه ووينځۍ اولاسونه ووينځۍ ترڅنګلوپوري اوپه سر مسح وكړۍ اوپښي تر ګيټكوپوري (پريمينځۍ ) پورته ايات كريمه كي الله تعالي داودس څلور فرايض بيان كړل:
١: مخ پريمنځل دمخ اندازه دسر ويشكتانو شنه كيدو (تندي (نه تر لاندي زني پوري
٢ : لاسونه ترڅنګلوپوري څنګلي په وينځلوكي شاملي دي
٣ : دسرمسح دڅلورمي برخي سر مسح يو كرته فرض ده
٤ : دپښو وينځل ګيتكو پوري ګيټكۍ په وينځلوكي شاملي دي
داوداسه سنت :
١:داودس په پيل كي بسم الله الرحمن الرحيم ويل
٢: مړوندونو پوري لاسونه پريمنځل
٣: خوله كي اوبه اچول اوغړغړه كول
٤: مسواك وهل (دمسواك فضائيل به لاندي ذكر شي )
٥: پوزه كي اوبه اچول ترڅو پوزه ترخه شي
٦: دټول سر مسح كول
٧: هر اندام دري دري كرته وينځل
٨: دغوږونو مسح كول
٩: دلاس پښو اوږيري خلالول
١٠: پرله پسي اودس كول (ديو اندام وچيدو نه مخكي بل اندام وينځل )
دمسواك فائدى اوفضايل :
ام الموْمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي كوم لمونځ چي دمسواك كولوسره وشي دبغير مسواكه څخه يي اويا درجي اجر زيات دى ( بيهقي شعب الايمان) حضرت ام الموْمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمائيلي مسواك دخولي دپاكوالي اودالله درضاسبب دى (نسائي ) داخوداحاديثو مباركو په رڼاكي دمسواك فائدې وي دمسواك طبي فائدي هم دچا نه پټي ندي مسواك كولوسره دانسان غاښونه پاك وي دخولي بدبوي نه وي همدغه رازغاښونه ورسره مظبوط وي موجوده ساينس پوهان وايي كوم كس چي مسواك استعمالوي دډيرومرضونو څخه به محفوظ وي
مسئله : دغاښونو برش غاښونه پاكوي خو سنت پري نه ادا كيږي دسنت ادا كيدو لپاره دلرګي مسواك ضروي دى
داوداسه دعا ګاني :
داودس په پيل كي بسم الله نه روسته اللهم اغفرلي ذنبي ووسع لي في داري وبارك لي في رزقي ) ويل داودس په پاي كي به دا دعا وايي :
اشهد ان لااله الاالله وحده لاشريك له واشهد ان محمدًا عبده ورسوله اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين .
",داودس طريقه
2859,سپېڅلی,"
٢١ دوری ١٣٨٤
د يو لړ تازه څېړنو پر اساس پر مځکه باندي د لومړنيو واکمنو شرايطو دوران داسي وو چې ښا يې د ژوند د جوړښت ابتدايې مصاله د تالندي او برېښنا د ضربو په وجه مينځ ته راغلي وي .
کارپوهانو د ""ساينس"" په خپرونه کې ديوې مقالې په خپرولو سره ويلي دي چې يو وخت هايدروجن د اتموسفير د اصلي تشکيل سوي عناصرو څخه وو او ښايي چې آسماني برېښناوي د هايدروجن او نورو اقليمي يا چاپېريالي عناصرو په مابين کې د عمل او عکس العمل باعث ګرځېدلي او د کيمياوې ژوند د پيدايښت و سرچينې ته يې زمينه برابره کړی وي .
دغه څېړني هغه زاړه ګومانونه را ژوندي کوي چې وايې د مځکي په لومړني اتموسفير کې دهايدروجن او نوروساده غازو په مابين کې عمل او عکس العمل، چې د تالندي او برېښنا د حرارت نه ډير ګرمېدل، د ژوندي ماليکولونو د مصالحو په جوړولو بدل سوله .
آزمايښتو ښوولي دي چې دداسي عکس العملو دکېدو امکان شته دی.
خو کار پوهان د پخوا راهيسي په دې باور وه چې که څه هم هايدروجن تل په اتموسفير کې موجود وو ولي دهغوي مقدار ډېر لږ وو.
هايدروجن چې ډېر سپک غاز دی په آساني سره د ځمکي د ګرد چاپير د فضا نه تښتي او فضا ته ځان رسوي .
د کيميا پوه برايان تون او همکارانو په قول، څو ميليارډه کاله پخوا پرمځکه باندي بلکل بل شاني شرايط حاکم وه او هغه دا چې هايدروجن د اتشفشانو نه د تيښتي نه با د دمځکي په اتموسفير يا ګرد چاپيره فضا کې را ګيرېدل او ديوې نه دريمه برخه يې جوړوله .
که داسي وي په کال کې دمليونونو زره ټنه ساده د ژوند د ماليکولونو د پيدايښت امکان د آسماني بڅرکو په خاطر وجود لاره .
ديو او بل سره ددې ما ليکولونو عمل او عکس العمل او د پېچلو ما ليکولونو پيدايښت ، په تدريج سره د ژوند ځينو بېلګو په پيل شروع وکړله .
ګرانه ده چې هيځکله به څوک و پوهيږي چې ژوند چېري شروع سو . خو تازه څېړني دغه باور پياوړی کوي چې ژوند د يوه ډول لومړنيو کيمياوي عمل او عکس العمل نه مينځنه راغلی دی.
",د ژوند په پيدايښت کې دتالندي برېښنا او هايدروجن
2860,,"
٢١ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې ددغه هيواد د کډوالو د چارو وزارت د بغلان په ولايت کې د بې کورۍ د ستونزې د ختمولو په لړ کې د لس زرو کورونو د جوړولو په يوه پروژه لاس پورې کړې دی.
په هغو مراسمو کې چې د دغه پروژې د پرانيستلو په موخه د بغلان په ولايت کې جوړ شوي و، دکډوالو د چارو وزير محمد اعظم دادپر وويل چې دغه کورونه به په لومړی ګام کې هغوخلکو ته ورکول کيږي چې کورونه نه لري او د کډوالۍ څخه بېرته هيواد ته راستانه شوي دي. ",په بغلان کې د کور جوړولو پروژه پېل شوه
2861,,"
٢١ د وری ١٣٨٤
د مهاجرت نړيوال سازمان ( اي او ام ) لسو افغانانو ته داسې زمېنه مساعده کړی ده چی هغوي وطن ته د ستنيدو شرايط له نږدې نه وويني.
کيدې شي چې د المان څخه افغانستان ته د لسو افغانانود سفريو فلم هم جوړ شی چې وروسته به په اروپا کې د ليدونکو نندارې ته وړاندې شی.
د دغه فلم هدف به دا وی چې هغه افغانان چې هيواد ته د تللو نيت لري ، د افغانستان د اوسني حالت سره اشنا کړي. ",داروپا څخه د افغانانو د بېرته ستنيدلو لپاره هڅه
2862,,"
",
2863,فضل رحمان کټوازی - کوريا,"
فضل رحمان کټوازی - سيول کوريا ١٠ - اپريل ٢٠٠٥ زېږديز
داديروخت مي غوښتل چي په يوه داسي حقيقت باندي څه نه څه وليکم ،خو زياتو مصروفياتو اوبعضي مسٌوليتونو دې ته نه پريښودم چي قلم راواخلم اويوداسي ورين حقيقت خپلو وطندارانو ته وړاندي کړم چي تراوسه هريوه پرې سترگي پټي کړي دي .
زه په دې نه پوهيږم چي تر څو به زموږ ړون اندي همدا شان غلي پاته کيږي ، او د هغه روښانه حقيقت انځور به د خپلو وروڼو مخي ته نه راوړي چي دا دډيري مودې راهيسي زموږ ګران ټاټوبی ورسره مخ دی .
موږ که خپل مسوليتونه ونه پېژنو د خپلو لويو ملي ګټو څخه ناخبره واوسو ، او دهغه ناپوهه نسل چي تاسي ته يې سترګي نيولي شايد د ملاصاحب د جنت په تکل يا د يو څو روپو لپاره همېشه د خپو وړونو قاتل و اوسي .
په داسي شان کړنلارو سره به د هغه دنياوي اواخروي ژوند تباه شي اوتبا کيږي . زموږ دملت بدبختي داده چي هرچاد لنډکروزر او بينز موټرونو خوند وليد اوس که ددې چوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره هرڅومره مبارزه وشي شايد زما د ( روغ ليوني ملا په فتوا) حقيقي جهاد دی .
زه د هغه ناپوهه وړونو څخه سوال لرم چي ايا يوه ورځ مو ددې ملاڅخه هم پوښتنه وکړي چي ستا اولادونه خو په امريکا ، اروپا او د اسلام اباد يا تهران په لوړه سويه مکتبونو کي سبقونه وايي ، ايا دا جهاد چي ته وايي زه يې د يوه خوار ملت د يوه داسي ملت چي ددنيا يو غريب ترين ملت دی ولي وکړم ؟؟;
ايا دا جهاد صرف پر مافرض دی ، ستا اولاد ولي جهاد ته نه راځي ، هر کله که دا پوښتنه زموږ د هغو ناپوهه کسانو سره پيدا شي نو په دې دي پوه شي چي ضمير يې بيدار شوی دی ، او نور به ددين اومذهب ددې خرڅ شويو دروغ ګويه سوداګرو په لومه کي نه راځي . څو شپې وړاندي مي د خيبر تلويزيوني چينل له لاري د اسلام د يوه داسي ټيکه دار خبر واوريد چي په جنوبي وزيرستان کي يې پر قبايلو ږغ کړی چي په ( ګومل زام ډيم ) باندي د چيني انجنيرانو اوکارکوونکو ساتنه دي وکړي ، ولي چي چين د پاکستان ډېر نژدې دوست دی .
زه نه غواړم چي ددې لوی ټېکه دار نوم واخلم، ولي چي د نوموړي نوم زما د نوم سره يو شان دی . کله کله مي زړه غواړي چي حتی دا خپل نوم مي بدل کړی وای ، دا ښاغلی مولانا فضل الرحمن دی; ، او د جميعت علما اسلام پاکستان هغه رهبر دی چي همېشه کله چي هم دده مشران وغواړي د نوموړي نه ډېره ښه استفاده کوي . د نوموړي خدمات د پاکستان لپاره ډېر زيات دي ، اوبايد همداسي هم وي ځکه چي هغه ( پاکستان ) يې هيواد دی ، اوبايد د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي .
هغه له يوه اړخه دغريبو کشميريانو د وژني لپاره د هند سره مقدس جهاد اعلانوي ، اوبيا چي کله ضرورت پېښ شي اووخت تنګ شي نو بيا د مشرانو په اجازه د هندي چارواکو د بلني څخه پرته د هند د سخت دريځو هندواڼو سره د ليدني لپاره هند ته په سفر ولاړ شي او بيا هلته پر خبرو زور راوړي ولي چي نوموړی ملي ګټي ساتي او بيا وخت ته ګوري ، نوموړي خو زموږ تاريخي اثار تباه کړل ، او يا يې د خپلو موزيمونو د ښايست لپاره خپل هيواد ته له ځان سره يو وړل ، اوس چي حکومت راغلی ولي د پېښور موزيم نه تباه کوي ، او په ټينکونو يې نه ولي ، چي دلته هم ملي تاريخي ګټي دي . نوموړي يو وار فتوا ورکړه چي د ښځي په حکومت کي حتی نکاح نه کيږي ، او دې بې نکاح ډېزلي ملا د بې نظيري په حکومت کي يوه لويه چوکۍ ترلاسه کړه ، اوحتی په ډېزلو کي د زياتي ګټي په تور په ډيزلي ملا بدنام شو .
اوس به راشو قاضي حسين احمد ته چي د جميعت اسلامي لوی مشر دی او د افغانستان په تباه کولو کي نوموړي هم لويه فريضه سرته رسولې ده !!
دلوی تجارت خو به يې څه نه وايو ، يوازي دومره به ووايو چي دې د دين ټېکه دار ملا !؟ هم د اسلام يو دايس ټېکه دار ځان بولي چي هر وخت د ملي ګټو د ساتني وخت راغلی دی نوموړي ورته لبيک ويلی اوغريب کشميريان او ځيني ناپوهه افغانان يې د خپلو وړونو سره د جنګ لپاره تيار کړي دي ، او په هغوی يې دخپلو هيوادونو تاريخ ، کلتور، او د هيواد پوهان او مشران قتل کړي دي .
د نوموړي زوی اولور د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخت دي او اوس خو يې لا لور د پارلمان وکيله هم ده ، مګر په افغانستان کي زما او ستا لوڼي اوخويندي خو پرېږده چي زما او ستا وړونه او زامنو ته يې هم مکتب ته دتللو اجازه نه درلوده .
د هغوی بايد ښوونځی مدرسه شي ولي چي افغانانو ته ددنياوي علم هيڅ اړتيا نشته ،هغه چي څومره جاهل او ناپوه وي دومره ښه جهاد کوي ، اوکه چيرته پوه شي نو بيا خو په به حقيقت ورته مالوم شي او د ملي ګټو د ساتني احساس به ورسره پيدا شي .
اوس به لږ راشو د ښاغلي حميد ګل ژوندانه ته ، زما په اند هرافغان اوس په دې ښه پوهيږي ، پاکستان ته چي څومره کار ښاغلي حميد ګل کړی دی بل هيڅ چا نه دی کړی ،
يو وخت د اسلام اباد يوه پنځه ستوري ( پايو سټارز ) هوټل ته د يوچا سره ولاړم ، هلته مي د نوموړي لور چي عظمي ګل نوميږي او په پاکستان کي د مهران بس سرويس د يوه لوی تجارت ريسه هم ده وليده ، د اغلي عظمی ( ګل ) لويدځ ډوله کوږ ووږ لباس چي مي وليد ډېر يې وځورولم ، ولي چي د نوموړي پلار خو زما او ستا ملا ته د حجاب او پردې درس ورکوي ، اوخپل ګراني لور ته يې لوېديځوال فيشن ورکړی دی .
د پاکستان لوی خدمتګار چي خپل وطن ته يې ډېر لوی خدمتونه کړي ، افغانستان يې لوټي لوټي کړی ، د خپل کور ښايست لپاره يې د افغانستان تاريخي اثار لوټ کړل .
چي خدای يې شرموي نو يې داسي شرموي : څه موده مخکي مي په پاکستاني مطبوعاتو د جنرال حميدګل مرکه ولوستله ، چي نوموړي په نصيرالله بابړ تورلګولی و چي د نوموړي په کور کي د افغانستان څخه لوټ شوي لوغوني اثار اوس هم شته ، دې حقيقت چي زما اوستا د ملا غوږونه اوس نه وي خلاص کړي څه وخت به يې خلاصوي !؟
د بابړ حالت اوس تر دې حده رسيدلی چي څه موده مخکي يې د خيبر تلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل چي په افغانستان کي رهبر نشته ، او حتی چي زموږ ولسمشر کرزی صاحب يې هم ياد کړ چي هغه هم رهبر نه دی . هغه زياته کړه چي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي !
بابړ په دې مرکه کي په ډېر جرائت سره خپل پنجابي واکداران بې غيرته وبلل اوزياته يې کړه چي د هند پنجابيان اوس ددوستۍ خبري کوي دې هندواڼو ددوی ښځي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي او اوس دوی ورسره خبري کوي .
اوس قضاوت تاسو درنو لوستونکو ته پرېږدم ، تاسو قضاوت وکړ ئ، چي زما او ستا ملا صاحب څه کوي ، او د نړۍ ملايان څه کوي ؟
ګرانو لوستونکو !
دغه څو کرښي چي مي وليکلې دا مي يوازي د خپل هغه ملي او اسلامي احساس له مخي وليکلې چي ډېر مي ځوروي ، او همېشه دا سوچ راسره پيدا کوي چي زما ملا زما وينه ده ، زما د وطن بچی دی ، هغه ولي د پردو په دې ناولو لومو کښي راګير شي ، اوولي دي خپل وطن لوټي لوټي کړي ، ولي دي خپل وروڼه د يوه او بل په نوم ووژني ، زما د ملا سره ولي د خپل هيواد ملي احساس نشته ، تر څو به په خپل ګرېوان کي نه ګوري ، او خپل احساس ا و مسوليت به ويده ساتي !؟
اوس به راشو زموږ د کليوالو خلکو سوچ ته ، دوی خو دا سوچ کوي چي هر څوک پاچا شي هغه ته بيا پيسې په خپل راځي ، اوهغه خو د پيسو مشين لري ، ګرانووطنوالو داسي نه ده ، حکومت چلول دا کوم اسان کار نه دی دا هغه وخت نه د ی چي ددنيا خلک د يوه بل نه ناخبره وو ، اوس د Globalization وخت دی ، د ټولي دنيا څخه يو کلی جوړ شوی دی هر هيواد په خپله پوره نه دی ، بيا زما اوستا غريب هيواد چي ٩٠ په سلو کي وګړي يې بې زده کړي دي نه خپل حق پېژني او نه د پردي .
دا به څرنګه وکولای شي چي خپل هيواد وساتي ، ددې لپاره د نړيوالو مرستو ته اړتيا شته ، او که چيرته نړيوالي مرستي نه وي هيڅ امکان نشته چي ما اوتادي خپل ګلشن سمسور کړو ،زما اوستا ګاونډی هيواد پاکستان هم ددنيا په مرستو چليږي ، او د دنيامرستي دي چي حتی د يوه هيواد بهرنی سياست په بدلون کي لوی لامل ګرځي ، زه اوته که په رښتيا سره ملي او اسلامي ګټو او مسوليتونو ته درناوی وکړو نو زما او ستا د ابدالي بابا دا تاريخي کور به هم جوړ شي . لکه څرنګه چي مو د روسي ښکېلاک په وړاندي مبارزه وکړه اود ټولي نړۍ تېره بيا امريکا متحده ايالاتو مرستي مو ومنلې که هغه مرستي راسره نه وای ايا زما او ستا په توره به څه کولای شول !؟
د نړۍ سره هم زما او ستا د کور اوعقيدې کوم فکر نه و ، د هغوی خپلي ګټي وې ليکن کله چي زما او ستا د لويو ګټو سوال راشي نو بايد بيا خپل مسوليت اداکړو ، اواوس چي دمتحده ايالاتو په مشرۍ نړيوال طاقت په افغانستان کي پروت دی او زما اوستا سرحدونه يې د خپلو ګاونډيانو دمداخلې څخه ساتلي او زما اوستا دملي اردو پوليسو زده کړي ، تجهيزات ، او د وطن د ابادۍ په کارونو کي مرسته راسره کوي ، ولي يې دښمني وکړو ، لکه څرنګه چي د جهاد په وخت کي دې نړۍ له موږ سره مرسته وکړه ، او موږ بريالي شوو ، همدا شان اوس د خپلو ملي ګټو لپاره بايد ددې طاقتونو موجوديت قبول کړو ، او که چيري داسي ونه کړو نو بيابه هر څوک خپلي لاري درنه جلاکړي ، لکه څرنګه چي مشرف صاحب د ( سب سې پهلې پاکستان ) ياني تر ټولو لومړی پاکستان ناره ووهله ، او خپل دريځ يې دبوش په يوه ټيلفون سره بدل کړو ، زما اوستا لپاره هم ړومبی افغانستان دی !
خدای مکړه که افغانستان نه وي نه به ته يې نه به دي غيرت وي اونه عزت .
په اخير کي دخپل وطن د درې رنګه مغروره بيرغ د تل تر تله رپا او د ټولو وطنوالو د هوسا ژوند په هيله !
ددې ليکني موضوع سره اړوند د قاري صاحب هجران شعر د صالح محمدصالح په ږغ کي واورئ ",زما ملا او د پاکستان ملا
2864,,"
هجرت هنري فلم - په کابل کي
نوی افغان هنري فلم ( هجرت ) به ډېر ژر په هيواد کي دننه لومړی په کابل او بيا په کندهار کي نندارې ته وړاندي شي .
هجرت په اروپا کي د مېشت افغان کډوالو د ژوند کيسې درته بيانوي چي د خندا سره - سره ډېر دردونکی هم دی .
هجرت د هيواد د وتلي فلم جوړونکی واحد نظري له خوا د جوړو شووفلمونو څخه ( د کونډي زوی ) سريال وروسته تر ټولو وروستۍ لاسته راوړنه ده چي په هيواد کي دننه هيوادوال يې يو کال د ليدلو لاري څاري .
هجرت تر دې دمه پوري په ټوله اروپايي هيوادونو کي په څو څو ځله ښودل شوی دی ، او دادی دلومړي ځل لپاره د هيواد دننه په همدې څو ورځو کي نندارې ته وړاندي کيږي .
د نندارې دقيقه نېټۀ او پته به ډېر ژر اعلان شي .
",هجرت په کابل کي
2865,مولوي عبدالحق منصور,"
اسلام پوهنه او مطالعه
په موجوده زمانه كښي زياتره هغه خلك چي ددين څخه ناخبره دي دافكركوي چي داسلام مبارك دين يوازي دلمونځ روژې اوڅوغيبي خبرو( چي دقيامت په ورځ په څه كيږي جنت كي حوري اوجهنم كي ماران اولړمان دي ) مجموعه ده دانسان ظاهري اوباطني حالاتو ته نظر نه كوي دهرچا خوښه ده چي الله اورسول په كومه طريقه پيژني معاملات تجارت اوخلكو سره چلند په خپله خوښه كوي نه پكي دټولني داصلاح څه شته اونه ددنياوي كارونوپه اړه معلومات وړاندي كوي لنډه داچي داسلام نه دناخبرتيا په وجه داخبره ذهن ته راځي كه دتجارت لپاره لارښوني غواړې نو دنوروقومونو تقليد كوه اودټولني په جوړښت كي دزړو فلسفيانو په پل روان اوسه. چاچي اسلام نه وي مطالعه كړى هغه فكركوي چي په نړيواله كچه داصلاً داړتياوو پوره كولواو دبشري ادابواواخلاقوپه اړه اسلام كي هيڅ اصول نشته
دپورته خبرو بد اثر هم په مسلمانانو اوهم په غير مسلمو پريوتى غيرمسلمانانوته په اسلام ديو نامكمل دين ټاپي وهلوموقع برابره شوه اوبعضي مسلمانان بيا ځان په هرڅه كي دنورومحتاج ګڼي همدغه رازداسلام څخه نا خبرتياپه عامو وګړو هم بده اغيزه كړي اودا خبره لګياده په نړيواله كچه وده مومي ، په داسي حال کي چي څوك لږپه دقت سره دقرآن او حديث مطالعه وكړي داسلام په مبارك دين كي به دبشري ټولني دهرضرورت علاج اودورپيښو ستونزو حل به بيامومي پدي به اعتراف وكړي چي اسلام مونږهيڅ ته هم نه يو محتاج كړي ددې خبري ښكاره ثبوت داسلام په اړه دنورومذاهبو دپوهانو اعتراف دى .
داسلامي تعليماتو نه دخبرتيا په اړه به دلته په نږدي راتلونكي كي دعباداتو عقايدو ورځني معاملاتو اوټولنيز ژوند په اړه معلومات وګورئ .
", اسلام پوهنه او مطالعه
2866,,"
اسلام او مذهب
بېنوا ويبپاڼه د ٢٠٠٤ زېږديز کال د جولای د مياشتي پر لومړۍ نېټۀ د لومړي ځل لپاره پر ليکه شوه ، او په خپرونو يې پيل وکړ .
د يوه کال په دننه کښي د بېنوا ويبپاڼي چلوونکو د نړۍ په بېلابېلو برخو کښي دافغاني ليکوالو ، پوهانو ، ژورناليستانو ، اوعالمانو سره اړيکي ټينګي کړي ، او وخت په وخت يې د هغوی سره په مشوورو ، او دورځنيو اړتياو په پام کي نيولو سره د افغانستان د پوهي او کلتور پر شاوخوا د خپلو ملي ګټو د ساتلو ، اوملي مسوليتو نو په ترسره کولوکي هڅي کړي دي .
له نېکه مرغه بېنوا ويبپاڼي د يوه کال څخه په لږه موده کښي تر هغه ډيري لاسته راوړني لري ، دکومو چي هيلي کېدلې !
طبعي ده چي لا هم ډېر کار پاته دی ، لا اوس هم له ډېرو نيوکو سره مخامخ يو ، لا اوس هم د ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوو چي دکارونود لا سمون لپاره زموږ سره وخت په وخت همکارۍ وکړي، نيوکي وکړي ، او هيره دي نه وي ، چي که نيوکي کوي ، نو لږ تر لږه يې د سمون په برخه کي هم څه وکولای شي !
په تېرو څو مياشتو کي پر بېنوا ويبپاڼي ترټولوغټه نيوکه داوه چي په بېنوا ويبپاڼه کښي ډېر څه شته ،خو ( اسلام ) ته نه په ليکنو کي پاملرنه کيږي ، او نه په پاڼه کښي ورته ځانګړې پاڼه شوې ده .
په دې کار کي دځنډ لامل يوازي اويوازي د بېنوا ويبپاڼي دچلوونکو په پرديسۍ کي ژوند ، داسانتياوو لږوالی و ، خو اوس د بېنوا ويبپاڼي ټولو قدرمنو لوستونکو ته زيری ورکوو ، چي په بېنوا ويبپاڼۀ کښي د ( اسلام اومذهب ) په نامه يوه ځانګړې پاڼه پرانستل شوه ، چي په دې پاڼه کښي به تاسو ته د قران عظيم الشان د اياتونو تفسير اوترجمه ، نبوي احاديث اوتفسير يې ، نبوي سيرت ، اسلامي لارښووني ،اسلامي عقايد او داسي نور اړين مواد وړاندی کيږي او هڅه به کيږي چي د هغو اسلامي فرايضو په هکله مالومات خپاره شي کوم چي يو مسلمان يې هره ورځ بايد په پام کي ولري ، آو مراعت يې کړي .
دا نوې پاڼه به د هيواد يو شمېر ديني عالمان پر مخ بيايي ، او د بېنوا ويبپاڼي لوستونکو ته به د دين اومذهب په هکله د پوهاوي اسانتياوي برابروي .
هيله ده چي د بېنوا ويبپاڼي دغه نوې برخه وخت په وخت ولولئ ، او په اړه يې خپل ( نظر ) د بېنوا ويبپاڼي د خپرنيزي څانګي د برېښناليکونو پر پته راوليږئ .
",اسلام او مذهب
2867,سپېڅلی,"
٢٢ دوری ١٣٨٤
په آلمان کې دداخله متخصصينو د سردرد ضد د زياتو ټابليټونو د مصرف په هکله ناروغانو ته خبرداری ورکړې او دا خبره يې په ډاګه کړېده چې دداشاني ګوليو بې درکه مصرفول پخپله کېداې سي چې د يوې مزمني او پايېدونکي سر دردی باعث وګرځي .
آلماني خپروني د تيري پنجشنبې په ورځ د دداخله متخصص ""اووه رويتر"" څرګندوني چې په ويسبادن کې يې د داخله متخصصينو په کنګره کې کړي وې زياتوي چې که يو ناروغه په مياشت کې د ١٥ ورځو نه زيات د سردرد ضد ګولۍ و خوري نو ډاکټر بايد و ناروغه ته د خطرې خبرداری ور کړي .
اووه رويتر په دې باوردی چې د يوه ناروغه دپاره د سردرد ضد قوي ګوليو مصرف چې د څو ګټورو مادو درلودونکي دي زياتره په مياشت کې لس ورځي کفايت کوي .
دغه برليني متخصص سپارښتنه کوي چې په هغه حالاتو کې چې يو ناروغه د زياتو سردردۍ ضد ګوليو په مصرف عادت کړی وي نو ﻻزمه ده چې ډېر ژر دغه دوا ور باندي بنده او د ناروغه بدن د زهرو نه پاک کړل سي .
د اعصابو متخصص پرفسور ""هانس كريستف دينر"" د آلمان د اسن ښار نه هم خبر داری ورکړی دی چې په خاص ډول د سر دردي ضد قوي دواوو کارول چې د مورفين درلودنکي وي په دې چې د عادت باعث ګرځي اصلاً د علاج د پاره مناسب ندی .
دينر وايې چې اوس اوس په آلمان کې د خلګو په سلو کې شپېته د لنډمهاله سردرديو نه رنځ وړي .
",دسردرد ضد درمل او د ډاکټرانو خبر داری
2868,خالد هادي,"
انا لله وانا اليه راجعون
د هېواد تكړه ممثل او لوبغاړى ف. فضلي چې په افغانانو كې يې ځانګړى شهرت درلود، نن په كابل كې په حق ورسېد، چې د ماسپښين پر دوه نيمو بجو به يې له نوې كارتې (كارته نو) څخه جنازه هديرې ته وړل كېږي.
د افغاني تياتر ځلانده ستوری فضل محمد فضلي چي په ف . فضلي مشهوره وو د کندهار په لومړی ناحيه کي له نن څخه وړاندي څه د پاسه 84 کاله مخکي د ارواښاد عبدالصمد خان په روحاني کورنۍ کي سترګي پرانيستلي وې .
هغه د کندهار د لوی احمدشاه بابا په ليسه کي تر دولسمه پوري زده کړه کړې وه او د ځينو کورنيو ستونزو له کبله ئې لوړي زده کړي ونشوای کړای
ارواښاد فضلي په لسم ټولګۍ کښي و چي د تياتر دنيا ته ئې مخه کړه او خپل لومړنی تياتر چي دسمال نوميده په 1327 لمريز کال کي نندارچانو ته واړندي کړ چي د ليدونکو په تود هرکلي ئې هغه نور هم د تياتر او فنکاری دنيا ته تشويق کړ
کله چي په کندهار کي د وخت د ځينو خودغرضو کسانو لخوا د تياتر سره د مخالفت ږغونه اوچت شوه نو د هغه د تمثل کړي هم محدوده شوه ، بيلاخيره فضلي خپلي ميني او ذوق دې ته اړ کړ چي کندهار پريږدي او کابل ته لاړ شي ، هغه په 1338 لمريز کال کي په کابل راډيو کي د ډرام او ډيالوګ په مديريت کي کار پيل کړ کله چي په 1342 لمريز کال کي د پوهني نندارې په چوکاټ کي پښتو تياتر ته هم ځای ورکړه شو نو هغه په خپل هنر کي نور هم وځليد او د قهرمان پر ننداره چي د خلګو له خوا ډيره وستايل شوه د وخت د صدراعظم د يو لک افغانيو جايزه وګټله ، هغه پر دی سر بېره په خپل هنر کي د صلح همبستګي او نور مډالونه هم ترلاسه کړي وه او پر خپل هنري فنکاری برسيره ئې په خپل هنر کي په زيات شمير شاګردان روزلي دي
فضلي په مشهور ډرامو لکه لوی احمد شاه بابا ، د ډبري زړه ، دشيطان مرګ ، شهيد جادوګر ، اشتباه ، د ميوند په ياد او ډيرو نورو ډرامو کي کار کړې وو او افغانانو د يو نامتو ممثل او فنکار په حيث پېژانده اود هغه د هنري ډيالوګونو څخه به ئې ځانګړی خوند اخسته
هغه په خپل هنر كې برلاسى او د ځانګړي سبك خاوند و، كله چې په هېواد كې تنظيمي جګړې پيل شوې او افغانان يې د اور پر تبۍ كښېنول دى هم د نورو افغانانو په شان اړ شو چې پېښور ته هجرت وكړي، هورې يې د بي بي سي د نوي كور نوي ژوند ډرامه كې د جبار خان رول پر غاړه واخيست چې تر دې دمه يې په همدې رول كې كار كاوه.
موږ په داسي حال کښي چي د ارواښاد فضل محمد فضلي مړينه د هيواد په هنر او تياتر کي لويه ضايع ګنو د هغه په مړينه خپله خواشيني څرګندوو
په کندهار کي د مېشتي بېنوا فرهنګي ټولني او بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي په استازيتوب د هغه روح ته مغفرت او د هغه کورنۍ ته دپوره صبر غوښتنکی يم
په درناوي
خالدهادي حيدري
دبېنوا انټرنيټ پاڼي ويب ماسټر ",ف. فضلي د هېواد تكړه ممثل هم په حق ورسېد
2869,,"
",
2870,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان دولت په پام کې لري چې د هيواد د برېښنا د سسټم په رغولو او پراخولو کې خصوصي سکتور ته ونډه ورکړی .
اوس چې هيواد د بيا رغونې په لور روان دی ، په ټولو برخو کې برېښنا ته زيات ضرورت ليدل کيږي اود افغانستان دولت دومره امکانات نه لری چې د ټول هيواد د بريښنا د سسټم د بيا رغونې چاره تر سره کړي، نو ځکه پانګه وال همکارۍ ته رابولی.
",د برېښناپه برخه کې د خصوصي سکتور هڅونه
2871,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د عدليې وزارت له ټولو ولايتونو څخه د سلو نه زيات قاضيان او څارنوالان کابل ته بللي چې د قضايې او عدلي اصلاحاتو په هکله سره وغږيږي.
د دې درې ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ د عدليې وزير سرور دانش وويل چې د بېلابېلو ستونزو او نېمګړتياو له کبله په تېرو دريو کالونو کې عدلي او قضايي اصلاحات په ښه توګه نه دي پلي شوي.
",په افغانستان کې د قضايي او عدلي اصلاحاتو لپاره غونډه
2872,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان بانک سر له نن څخه په بازار کې د يوې، دوو او پينځو فلزي روپيو چلند اعلان کړ.
په وروستيو کالونو کې ټولې پيسي د بانک نوټ په بڼه کې وي خو نن د افغانستان بانک اعلان وکړ چې بازار ته به فلزي روپۍ وړاندې کوي.
دغه پيسي د فرانسې په هيواد کې جوړيشوي دي چې په يو مخ يې د افغانستان د دولت نشان دې او په بل مخ يې د پيسو اندازه ليکل شوي ده.
",د افغانستان بانک ماتې پيسي بازار ته وړاندې کړي
2873,منصور,"
دغسل واجبونكي :
دكوم قسم ناپاكۍ نه چي غسل لازميږي هغي ته حدث اكبر يا لويه بي اودسي وايي غسل په څلوروخبرو فرض كيږي
(١)لذت اوجوش سره دمني وتل په ويښه وي كه په خوب كي اوهرڅه وجه چي وي
(٢) دښځي اونارينه يوځاي كيدلوسره
(٣)په ښځو مياشتنۍ مريضي (حيض ) راتلل
(٤)نفاس (دماشوم پيداكيدل )
دغسل فرائض :
١ : خوله وينځل اوغړغړى كول
٢ : پوزه وينځل چي خيشوم ته اوبه ورسيږي
٣ : دټول بدن وينځل چي دويښته په اندازه ځاى هم وچ پاتي نه شي كه كوم ځائي وچ پاتي وي اوبه بهول پرى ضروري دي صرف لوند لاس راښكودل پرى نه كافي كيږي
دغسل سنت طريقه :
لومړى به دواړه لاسونه مړوندونو پور ي پريمنځى بيا به استنجا وكړى بيا به كه په بدن كوم ځاي ناپاكي لږيدلي وي هغه به پريمنځي مكمل اودس به وكړى په اوچا ځاي كيناستلو سره به غسل وكړي په ټول بدن به درى كرته اوبه واړوى دغسل نه پس به پښي په بل ځاي كي پريمنځي يادونه : غسل نه روسته دپښو وينځل په هغه وخت كي لازم د ي چي تشناب عصري نه وي ځكه استعمال شوي اوبه هلته ډنډ وي اوكه تشناب كي اوبه نه ډنډكيږي ياغسل ته دكيتاستو ځاي لوړ وي نوپښي وينځل سنت د ي دغسل اواودس لپاره پاكي اوبه شرط دي
",د ځان پرېوللو ( غسل) فرايض او سنت طريقه
2874,منصور,"
دايمان مفصل صفت :
امنت بالله وملئكته وكتبه ورسله واليوم الاخر والقدر خيره وشره من الله تعالي والبعث بعد الموت
ژباړه :
ايمان مي راوړى په الله باندي اوپه ملا ئكو دالله اوپه كتابونودالله اوپه رسولانو دالله اوپه ورځ داخرت اودخيراوشرپه تقدير چي دالله دلوري دي اودمرګ نه پس په ژوند باندي .
دايمان مجمل صفت :
امنت بالله كما هو باسمائه وصفاته وقبلت جميع احكامه اقرار باللسان وتصديق بالقلب
ژباړه :
ايمان مي راوړى په الله اوپه نومونو اوصفتونو دالله اودالله ټول احكام مي قبول كړي په ژبه اقرار اوپه زړه كي تصديق كوم دايمان مفصل شرحه حضرت امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايلي چي دايمان بنسټ دادى چي ووايي امنت بالله په ژبه اقرار چي په الله تعالي مي ايمان راوړى اوپه زړه كي دالله دوجود اويووالي تصديق وكړى اويقين ولرى چي همدا الله دعبادت لايق دى دايمان لپاره په ژبه اقرار اوپه زړه تصديق ضروري دى .كه څوك يوازي په زړه كي تصديق وكړي اوپه ژبه اقرار ونكړي دشريعت په رڼاكي موْمن نه شميرل كيږي ځكه دده په تصديق ثبوت ندى موجود وَمَلا ئِكَتهِ دملائكو په وجود ايمان درلودل غير دفرق اودشمير دتعين څخه اودا ايمان در لورل چي ملائكي نه نارينه دي اونه ښځينه بلكه يو لطيف مخلوق دى چي په مختلفوشكلونو ځان بدلولاي شي اود ايمان لرل چي فرشتي دالله تعالي هيڅ نافرماني نه كوي الله تعالي فرمائي:
لايسبقون بالقول وهم بامرهم يعملون (الانبياء 27 )
ژباړه :
دوی په وينا كي وړاندي والى نه كوي اوخاص دالله په حكم عمل كوي او فر مائي :
لايعصون الله ما امرهم ويفعلون مايوْمرون
ژباړه :
دالله تعالي دحكم نافرماني نه كوي او هغه كوي چي الله ورته حكم وكړي كومه قصه چي دهاروت اوماروت په اړه مشهوره ده دهغي نه په قراّن كي څه ثبوت شته اونه په احاديثوكي همدغه رازڅوك چي ابليس لعين دفرشتو استادبولي نو دا هم غلطه ده ځكه دشيطان په اړه الله تعالي فرمائي :
كَانَ مِنَ الجِن (سوره كهف 50)
ژباړه :
شيطان دپيريانو څخه وو وَكُتُبِهِ او دالله په كتابونو ( تورات انجيل زبور اوقراّن سل صحيفو)باندي ايمان ردلودل وَرُسُلِهِ دالله تعالي په پيغمبرانوايمان درلودل چي دالله بندګان اودبشر لارښوني لپاره راليږل شوي . دانبياء كراموپه پيغمبرۍ كي فرق نه كوو لكه چي الله تعالي فرمائي:
لا نُفَرقُ بَيٌنَ اَحدٍ من رُسُلهِ (بقره 285)
ژباړه :
فرق نه كوو په منځ دهيڅ يوه (رسول ) درسولانو دالله تعالي كي ليكن پيغمبران په درجاتو كي سره متفاوت دي الله تعالي فرمايي :
تِلٌكَ الرسل فضلنا بعضهم علي بعض (بقره 253)
ژباړه:
داټول ( دادم عليه السلام څخه تر محمد صلي الله عليه وسلم ) پوري رسولان دي فضيلت وركړى دى مونږ ځيني ته پر ځيني نورو باندي محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم ترټولو غوره پيغمبر دى حديث شريف كي راغلي ژباړه : زه به لومړى هغه كس يم چي ځمكه ورته وڅيرل شي دجنت ګاڼه به واغوندم بيا به دعرش ښي طرفته ودريږم په مخلوق كي به هيڅوك داسي نه وي چي دلته ودريږي كوم ځاي كي چي زه ودريږم واليوم الاّخر اود اخرت په ورځ ايمان درلودل داخرت دورځي څخه هغه ورځ مراد ده په كومه به چي داعمالوحساب كتاب كيږي داخرت ورځ ورته ځكه وايي چي ددنيا دورځو وروستۍ ورځ ده والقدر خيره وشره من الله تعالي خير اوشر دالله تعالي دلوري دى چاته چي فايده وغواړي رسوي اوچاته چي نقصان وغواړي رسوي دادبل چاپه توان كي نه ده والبعث بعدالموت اود مرګ نه روسته ژوند حق دى الله تعالي فرمايي:
ثُم اِنكُمٌ يَوم القِيمه تبعثون .
ژباړه :
بيا به تاسي دقيامت په ورځ راوګرځول شئ .
",دايمان تشريح
2875,دوستي فرهنګي ټولنه سويډن,"
٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز
په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي دهيواد فرهنگي شخصيت تکړ ه لوبغاړي او وتلي فرهنگي څيرې ف فضلي دڅلوراتياکلونو په عمر له پاني دنيا نه دتل لپاره سترگي پټي کړې او دافغاني فرهنگ مينه وال يې دوير پر کمبله کښينول .
اناالله وانا اليه راجعون
فضل محمد فضلي چي (( ۸۴ )) کاله پخوا دتاريخونو ،حماسواوفرهنگ په ځانگو دکندهار په ښکلي ښارکې دعبدالصمد اخندزاده په په منوره کورنۍ کښي دنياته راغلی ،هغه داحمد شاه بابا ليسه پاي ته ورسول ولي د يو لړ ستونزو له کبله چي استاد ورسره مخامخ و ونشوه کړاي تحصيل ته نور هم دوام ورکړي .
استاد هغه وخت چي زده کوونکی و د مکتب په ډرامونو کې برخه اخيسته ، په هغه وخت کښې يې دکندهار دښار په خلکو او ځوانانو کې دتکړه لوبغاړي او ممثل په توگه شهرت پيدا کړ . په ډرامونو کښي دتمثيل سره دنوموړي دزياتي علاقي پر اساس دکندهار دښارد پيژندل شوي فرهنگي څيرې جان محمد پلار توجه ځانته واړول ،پلار صاحب هميشه هغه فرهنگي او تمثيلي کارونو ته زيات هڅاوه او پدي لار کښې يې له ف فضلي صاحب سره زياته مرسته کول . دپلار صاحب په هڅونه او هغهي علاقي پر اساس چي مرحوم ف فضلي صاحب دهنر او تمثيل سره لرله له کندهار نه کابل ته ولاړ او هلته يې دوخت دراډيو سره د ((ډرام اوډيالوگ په څانگه ))کښي کار پيل کړ. په ۱۳۴۲کال دپلارصاحب په مرسته دلمړي ځل لپاره په (( پوهني نندارې )) کې په پښتوژبه د تمثيلي پارچو په ښودلو پيل وکړاو بيا را وروسته استاد دکابل دښار د نورو نندارو او تياتر سره هم دتمثيل په برخه کې همکاري درلوده . ارواښاد استاد ف فضلي صاحب که دراډيو له لاري دتمثيلي پارچو او ډرامونو په تمثيل کښي ټاکونکې برخه درلوده خو په تياتر کښي هم دهغه نقش او رول ډير ژر وځليد او استاد دف فضلي په نامه يې په ټول هيواد کې شهرت پيدا کړ.
ارواښاد ف فضلي په پښتو او دري ژبو ډرامونه او لنډ داستانونه لمړۍ راډيو بيا وروسته تياتر،او تلويزيوني پروگرامونوته ليکل چي شمير يې تر زرو اوړي . دمرحوم استاد رول او نقش دکونډي زوي فلم ته دافغان ولس په منځ کښې دومره شهرت او نوم ور کړ چي تر اوسه يې قيصي دخلکو پر ژبه دي .
دهنر او تياتر سره دارواښاد کلکه مينه وه چي استاد يې دهنر لوړو پړيو ته ورساوه ، د افغاني هنر مينه والو هميشه استاد ته داحترام او درنښت په سترگه کتل ،چي دا دکوم زور ،ټوپک او پيسو برکت نه بلکه دافغاني فرهنگي چوپړ او افغان ولس سره دهغه د هميشنۍ ميني او علاقي روښانه بيلگه وه .
استاد نه يوازي ممثل بلکه دداستانو نو غښتلی او وتلی ليکوال هم و .
کله چي دتنظيمونو لخوا په هيواد کښي دواک پر سر خونړۍ جگړه شروع شول او هرڅه که دا هنر ؤ او که فرهنگ دبي فرهنگو دټوپک اوواک غوښتني قرباني شول ، ارواښاد استاد فضلي هم دهيواد دنور وطنپرستو پشان وطن پريښودلو ته مجبور او دژوندي پاته کيدو په خاطر پاکستان ته کډه شو . هلته يې دبي بي سي راډيو سره اړيکي ونيولې او د ۱۳۷۱کال نه بيا دژوند تر وروستۍ شيبو پوري دبي بي سي (( دنوي کور او نوي ژوند )) دپروگرام سره همکار و او ددغه پروگرام له لاري يې دا يولس کاله په ټول هيواد او نړۍ کښي دافغانانو په منځ کي د(( جبار خان )) په نوم شهرت وموند.
څرنگه چي استاد هميشه په تمثيل او خپلو ليکنو کښي دټولني ناخوالي او دحاکمانو کړنو ته دگوت نيوني په سترگه کتل او په خپلو ليکنواو تمثيلي هنر کښي يې ټولنيزي ناخوالي او بې عدالتۍ په غټ زړه ورتوب او شهامت سره منعکسولې دوخت دحاکمانو لخوا دهغه هنرته زيات دقدر په سترگه ندي کتل شوي او لکه څنگه چي لازمه وه د استاد دفرهنگي چوپړ درناوی او قدر ندی شوئ ، ولي بيا هم پر ټولو سترگو پټونو سربيره استاد ف فضلي نغدي جايزې ، ستاين ليکونه ،او مډالونه ترلاسه کړي دي .
سږکال پسله کلونو کلونو داطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا دهنر په برخه کې دلس گونو کلونو دنه ستړي کيدونکې تلاښ او جوړونکې فرهنگي چوپړ په پايله کې ارواښاد ف فضلي ته داستاد لقب ورکړه شو، داستاد تر مرگ يوه هفته مخکښي دبي بي سي راډيو لخوا داستاد نه پوښتنه وشول چي تاسو ددولتي چارواکو ددغي پريکړي په هکله چي تاسو ته يې داستاد لقب درکړی څه فکر کوی هغه په فرهنگي غرور او سړه سينه وويل : (( ما ته ډير پخوا افغان ولس داستاد لقب راکړی و)) او دا يو څرگند حقيقت و .
موږ پداسي حال کښي چي دگران استاد ارواښاد فضل محمد فضلي مړينه دهيوادوالو، ا فغاني هنر او ادبياتو لپاره نه جبيره کيدونکې ضايع او د فرهنگي جونگړيلپاره ستره فرهنگي تشه بولو دهغه مرحوم دکورنۍ غړو او علاقمندانو ته دلوي خداي له درباره نه د صبر غوښتونکي يو . داستاد ف فضلي د فرهنگي چوپړ ياد به دټول افغان ولس په زړونو کښي دابدلپاره يوه تل پاتي فرهنگي او ادبي خاطره وي . داستاد روح د ي خوشحاله وي .
د ټولني دمشرتابه په استازيتوب
حبيب الله غمخور
", په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني دخواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام
2876,سپېڅلی,"
٢٣ دوری ١٣٨٤
مصنوعي سترګي و نابينايانو ته دليدو اميد ورکوي . هيله کيږي چې نابينان به ددې وسيلې په مرسته په دې و توانيږي چې د څهرو پېژندنه وکړي .
دبي بي سي د انترنيتي رسنۍ په حواله، امريکايي کارپوهانو ونابينايانو ته ديوې داسي مصنوعي سترګي طرحه برابره کړېده چې که څه هم ناقصه به وي خو و هغوي ته به د بينايي حس ورکړي .
دغه مصنوعي سترګه د يوې كمپيوتري ترېشې او د يوه ويډيويي دوربين څخه تشکيله سوې ده .
دغه ويډيويي دوربين په هغه عينکو کې چې نابينا يان يې په سترګو کوي نصبيږي او بيا په هغه تراشه کې چې د سترګي ترشا ځاي نيسي ، تړل کيږي .
کوم انځورونه چې دوربين يې اخلي هغه و تراشې ته مخابره کيږي او تراشه بيا هغه د داسي علامو په ډول اړوي چې مغز يي پېژندﻻي سي .
دغه وسيله د بالتيمور د ښار د جانز هاپكينز په پوهنتون کې پروفسور ګيسلين داګنلي طرحه کړېده .
پروفسور داګنلي د خپلي اختراع جزئيات د تيري دوشنبې په ورځ په لندن کی د نابينايانو د پاره د سلطنتي ملي موسسي په کنفرانس کې څرګند او زياته يې کړه چې دی هيله من دی پر انسان باندي به ددې وسيلې آزمايښت د يوه کال په اوږدو کې پيل سي .
که څه هم د هغو انځورونو کيفيت چې مصنوعي سترګې يې خلقوي د واقعي سترګو د انځورو سره ډېر توپيرولري، خو کوﻻي سي دومره واضح وي چې و نابينا شخص ته د څهرو د پېژندلو امکان ور کړي .
هغه نارو غان چې د نابينايې دډېر مروج عامل ياني د ( دي جنرېنشن مكولاDegeneration Macular ) باندي مبتلا دي ښايې چې ترو نورو زيات ددې پرمختيا نه ګټه پورته کړي .
دا ناروغي هغه و خت را مينځته کيږي چې د سترګي "" ژړه لکه"" ضرر وويني. ژړه لکه د شبکيې مرکزي خوا ته هغه ځاي دی چې روښنايې يا نور په هغه کې متمرکزه او وروسته بيا په مغز کې په عصبي علامو اړول کيږي .
تراشه، دکاره لوېدلي سلولونه ليري غورځوي او پاتي سالم سلولونه تحريکوي .
",مصنوعي سترګي او نابينايانو ته دليدو امکان
2877,,"
٢٣ د وری ١٣٨٤
د افغانستان په جنوب کې چارواکي واي چې د طالبانو د يو برېد په ځواب کې يې د هغوي څخه دولس تنه وژلي دي.
واي طالبانو غوښتل د خوست يوپخوانې پوځي قوماندان خيال باز شېرزوي ووژنی.
د طالبانو د دغه برېد په ځواب کې افغان اوامريکني ځواکونو طالبانو ته زياته مرګ ژوبله اړولې ده.
",په خوست کې د طالبانو ١٢ تنه وژل شوي دي
2878,,"
٢٣ د وری ١٣٨٤
افغان حکومت په هيواد کې دننه او بهر پر ټولو شتمنو افغانانو ږغ کړی چې په کابل کې د دارالامان د تاريخي ماڼۍ په بيا جوړولو کې مرسته وکړي.
د جرمني هيواد هم د دارالامان د ماڼۍ د بيا جوړولو سره په دې شرط د مرستو لپاره چمتوالې څرګند کړی چې د بيا جوړولو نه وروسته دې دغه ماڼۍ دافغانستان پارلمان ته وسپارل شی.
خو د اطلاعاتو ، کلتوراو ګرځندوي د وزارت چارواکي ټينګار لري چې بايد د دارلامان د ماڼۍ تاريخي هويت وساتل شي. ",د دارلامان ماڼۍ د بيا جوړونې لپاره هڅې
2879,مولوي عبدالحق منصور,"
امربالمعروف نهي عن المنكر
داسلام مبارك دين دخپراوي دنده الله تعالي دانبياء كرامونه پس محمدي امت ته سپارلي اوهمدغه يي ورته دبهترۍ معيار ټاكلى الله داسلام دمبارك دين بلونكي بايد ددعوت لوازماتو څخه باخبره وي اوهم بايد پدي وپوهيږي چي امر بالمعروف اونهي عن المنكر څه ته وايي ترڅو دبلني په مقصد پوهيدلى وي.
دمعروف اومنكر تعريف :
علماء كرامو دمعروف اومنكر تعريف په لاندي ډول ذكر كړى .
١ : معروف هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي ښه ګڼي منكر هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي بد ګڼي (تفسير مدارك)
٢ : هغه څه چي دقراّن اوسنتو موافق وي معروف اوچي خلاف يي وي منكر بلل كيږي (تفسير مدارك) ٣ : معروف طاعت اومنكر معصيت ته وايي (تفسير مدارك)
٤ : ابوالعاليه وايي معروف توحيد اومنكر شرك ته وايي (ذادالمسير )
٥ : هغه چي په شرعه كي ذكروي فرض وي واجب اوكه مستحب معروف بلل كيږي اوچي شرعاً منعه وي حرام وي كه مكروه منكر بلل كيږي ( تفسير مظهري جلد1صفحه ١١٤) نور بيا
",امربالمعروف نهي عن المنكر
2880,منصور,"
تيمم : كوم ځاي كي چي اوبه نه وي يا استعمال سره يي سخت نقصان وي نو هلته تيمم داودس او غسل پرځاي صحيح كيږي اودس اوغسل كي نيت شرط نه دى اوپه تيمم كي شرط دى ځكه اوبه پاكي هم دي او پاكونكي هم ددي برعكس تيمم په خاوره وي اوخاوره پاكه ده ليكن پاكونكي نه ده دابه دنيت په ذريعه پاكونكي شي ديووخت تيمم سره خكووخته لمونزصحيح كيږ ي خوچي عذر باقي وي دقراّن كريم دتلاوت لپاره په شوي تيمم لكونز نه صحيح كيږي . دتيمم ماتونكي : داودس ماتونكي تيمم هم ماتوي دعذرپه ختميدو اوداوبو په ليدلوچي په استعمال يي قادر وي تيمم ماتيږي دتيمم طريقه :تيمم كي صرف مخ اولاسونو باندي مسح كول دي نورواندامونوباندي لاس راښكودل مسح كول نشته اول به دواړه لاسونه په مځكه ياداسي يوشي چي دخاوري اثر پري موجود وي ووهى وبه يي ګوري كه خاوره پري زياته وه نووبه څنډى اوپه مخ به يي راكاږى دوهم ځل به يي بيا په مځكه ياګردجن شي باندي ووهي اوپه لاسونو به يي تر څنګلوپوري راكاږى چى هيڅ ځاي پاتي نشي همدا تيمم دى . په زخم مسح : كه په بدن زخم يادانه وي اوپټۍ پري لږيدلي وي اواوبه رسيدل ورته نقصان رسوي ياكوم هډوكى مات وي او پلستر پري لږيدلى وي نو په دغه صورتونوكي دوينځلوپر ځاي دلوند لاس راښكودو سره مسح كول . پر موزومسح : كه څوك دڅرمني موزې استعمالوي دده لپاره په موزو مسح كول جايزدي كه مقيم وي يوه ورځ اويوه شپه به مسح كوي اوكه مسافر وي درى ورځي اودرى شپى به مسح كوي موزي به دپاكوالي په حال كي اچوي مسح دهغه وخت نه شروع كيږي كله چي اودس مات كړى دمسح طريقه : دښي لاس ګوتي به لمدي اودموزودپاسه به يي راكاږى . ",تيمم - پر زخم او موزو مسح
2881,محمديوسف هيواددوست,"
د افغانستان د علمي - او فرهنګي خدمتونو مرکز ډنمارک
د افغانستان د نومیالی فرهنګیال استاد ف .فضلی د ناڅاپي مړینې له امله
په ډنمارک کې د افغانستان د علمی – فرهنګی خدمتونو مرکز (خپلواکۍ ) د خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د تیاتر او تمثیل پخوانی، مجرب، نومیالی او مسلکی شخصیت استاد ف . فضلی د۸۴ کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او په حق ورسېد.
(اناالله و انا الیه راجعون )
ارواښاد استاد فضلی د کندهار په هنر پروره خاوره کې وزېږېد،لومړنۍ زده کړې او تنکي ځلمیتوب یې د خپلې کورنۍ تر ملاتړ لاندې په هماغه ښار کې ترسره کړ،له ماشومتوب څخه یې له تمثیل او نورو هنري چارو سره ځانګړې مینه درلوده.ځوان قضلي د کندهار او شا او خوا سیمو په هنري او ادي کړیو کې د یو مطرح لوبغاړی په توګه سر پورته کړ او له هنر سره يې سارې مینې د کابل ښار ته په کډه کړ او د افغانستان راډیو د تیاتر او تمثیل له لومړنیو بنسټ ایښودونکو څخه د یو تن فعال هنرمند په توګه څرګند شو. استاد ف . فضلي په نه ستړي کیدونکي توګه د پښتو تیاتر او سینما لومړني علمی او مسلکی امکانات برابر کړل ،شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړه او د کابل تیاتر ،افغان تیاتر ،افغان نندارې ،کابل رادیو ، د افغانستان راډیو ،د افغانستان تلویزیون،افغانفلم او کابل نندارې له لارې د پښتو هنر او تیاتر د لوړتیا او پیاوړتیا لپاره نه هیرېدونکي خدمتونه وکړل ،هغه د پښتو ډرام ،ډیالوک ،پښتو تمثیل اوپښتو فلمونو لومړني معاصر بنسټونه کېښودل او دا هغه وخت وو چې پښتو دغه شان یوه تشه په خپلې هنري برخه کې احساسوله.ارواښاد استاد فضلی دغه تشه ،دغه اړتیا،دغه غوښتنه او دغه هیله ترسره کړه .په سلګونو ډرامونه یې ولیکل،په سلګونو داستانونه ،پرله پسې راډیویي داستانونه یې وکښل ،لنډې کیسې یې ولیکلې ،نظمونه یې ډرامونو او داستانونو ته جوړ کړل ،په زرګونو درامونه او داستانونه یې پرودیوس کړل ،بې شمېره تمثیلي ټوټې یې ولیکلې او هغه یې ډایرکټ کړې ،په سلګونو تیاترونه او د تمثیل صحنې د هغه په استادانه هنرې لوبو او تمثیل ښایسته شوې ،په سلګونو شاګرادان یې وروزل ،او پښتو تیاتر او تمثیل یې له سیالانو سره سیال کړ..استاد ف . قضلی پښتو تیاتر ته عمومیت ورکړ ،خلک او اولس یې ورسره لا پسې بلد کړل ،پښتو تیاتر یې په خپلو هنری سفرونو سره ګاونډیو هیوادو او نړېوالو ته وروپېژاند او د ټول افغانستان په کچه یې پښتو تیاتر او ډرام ته د لوړتیا او درنښت مقام ور په برخه کړ.استاد فضلي یوه اړتیا وه ،استاد فضلی د افغان اولس د دردونو،رنځونو ،کړاوونو،بې وزلیو،دغه راز د افغان ملت د برم او بریو هینداره وه.استاد فضلی هغه شمعه وه چې د نورو د روښانتیا لپاره بله شوې وه،خپله وسوځېده ،خو جهان یې روښانه کړ.هغه د تیاتر صحنه د افغان ملت د سرلوړیو صحنه ګرځولې وه .هغه زموږ د ملت ترانې وویلې ،هغه د انسان سندره وبولله ،هغه د پوهې نغارې وغږولې ،هغه د مینې او پیوستون ډیوې بلې کړې .استاد د پښتو تیاتر او تمثیل ستوری و،روښانه ستوری ،داسې ښکلی چې رڼا یې زموږ د لارو لارښود او د یو هوسا ،سرلوړي ،ښاد ، اوبسیا ژوند زیری راوړونکی ،دغه ستوری ولوید،زموږ جهان په بل مخ شو،هنر مو بې استاده شو،خدایه ته صبر راکړې ،او استاد فضلی په خپل کرم سره وبښې او ښه جنتونه ورپه برخه کړې .
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګی خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) ټول کارکوونکي او مینه وال ،د استاد فضلی مړینه د افغانستان فرهنګ ته یوه نه جبران کېدونکې پېښه ګڼي او په دې توګه د استاد فضلی کورنۍ ،دهغه ملګرو،د هغه همکارانو، د استاد شاګردانو او ټول افغان ملت ته د زړه له کومې
دتسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوی
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) په استازیتوب
او د ارواښاد استاد فضلي د ۲۵ کالو شاګرد محمد یوسف هېواددوست ",د پښتو تياتر او تمثيل ستوری ولوېد
2882,محمد حسن حقيار - کابل,"
محمد حسن حقيار ٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز
رمان او ناول داسلام له نظره
که دنړۍ تاريخ ته وګورو نو وينو چې،الله (ج) دا کائنات رنګين پنځولي دي ٠ دفطرت هره پديده ښکلې ده٠ يه هر باغ او چمن ،دښته او غره کې دالله (ج) دفطرت دکرشمو انځورونه وينو٠او داهم جوته ده چې،الله (ج) انسانان هڅولي دي چې، له دې ښکلا څخه خوند واخلي ددې رنګينې نړۍپه خوږوالي خپله خوله خوږه کړي څرنګه يې چې، ددې رنګينې نړۍاو په کائناتو کې له پرتې ښکلا څخه خوند اخستل روا کړي دي همدا راز يې ددې جمال او ددې جمال دپنځوونکي دجلال ستاينه هم روا کړې ده آن دا چې ،خپل بنده ګان دې کارته هڅوي هم او ددې ښکلاګانو دستاينې لپاره تر ټولو ښه موزونه ژبه دشعر ، خيال، رمان او داستان ژبه ده يو ليکوال کولى شي چې،ديو عادي وګړي په پرتله داطبيعت څو چنده ښکلى انځور کړي کوم تصوير چې،يو شاعر او ليکوال له دې فطرت څخه اخستلى شي بل څوک يې نه شي اخستلى٠ دا هم څرګنده خبره ده چې،شعر ډېر باريک فن،موشګافي ،علو او غلو يا په بله ويناپه انځورولو کې ډېر افراط ، وړاندې تلل او لوړ پردازي ده په رمان، داستان، شعر، لنډه کيسه او ناول ټولو کې ځينې وخت له ليکوال څخه مبالغه کېږي، يوه سوژه ورته پېدا شي او بيا ليکوال هماغه سوژه غزوي ، له ځان څخه کيسه جوړوي همدا راز دکيسو ، شعر او مقالو ژانرونه هم بدلون مومي ٠ څو کاله وړاندې چا آزاد يا سپين شعر او هايکو نه پېژنده خو نن هغه دى دود ګرځېدلي دي٠ ښايي دنورو ملتونو او مدنيتونو په ادبياتو کې داسې چوکاټونه وي چې ، تراوسه هم ورسره مونږ بلد ونه اوسو نو ايا شعر ، داستان ، ناول ٠٠٠دپورتنيو صفاتو او ځانګړنو په پام کې نيولو سره روا ده او که نه٠ که دې پوښتنو ته لنډ ځواب ورکړونو ښه دا ده چې، ووايو شريعت دمضمون فورم ته نه ګوري اسلام دادبياتو دژانرونو دچوکاټونو سره کار نه لري څه شى چې، په اسلام کې مهم دى او حساب پرې کېږي هغه منځپانګه او محتوى ده ٠ ښه محتوى رغنده منځپانګه، ګټور مضمون که په هرچوکاټ کې وليکل شي نو روا او ښه بلل کېږي ناوړه وينا، ټولنې ته زيان رسوونکې ليکنه هغه وينا چې، دوګړنيز او يا ټولنيز فساد او انحراف لامل ګرځي هغه که په هر فورم کې وي شعر وي که نثر، ناول وي او که رمان ٠٠٠ناروا او بد کار بلل کېږي٠ اسلا م وايي چې ، ادب او هنر بايد ژمن وي ، يوه سپېڅلې موخه او يو ګټور ارمان ولري ٠ اسلام چوکاټونو ته نه ګوري ، هدف او منځپانګې ته ګوري٠
اسلام نوښت ستايي عربانو ډېرپخواڅو بڼيز او څو قافيه ايزشعرونه منځته راوړي دي ٠ موشحات يا څو بڼيز او څو قافيه ايز شعرونه دهماغه وخت لاس ته راوړنه ده همداراز له اسلام څخه وروسته يې هم ډېر ادبي سبکونه لکه ازاد شعر، خيالي او رماني کېسې او ناولونه راوپنځول چې، په ادبي سبکونو کې يې مقامات، او په خيالي او رماني ناولونو کې دابوالعلاءمصري ( رسالةالغفران)او( الف وليلة) يا زر او يوه شپه او په ژباړه کې دابن مقفع( کليله او دمنه) يا کليليکادومنيکا ديادونې وړ دي ډاکټر علامه يوسف قرضاوي ليکي:((په اوس وخت کې مونږ هم کولى شوڅومره مو چې، وس وي ادبي ژانرونه راوپنځوو،دخپلې ګټې شيان لکه لنډې کيسې ، رمان ،ډرامې ،تمثيلي پارچې ٠٠٠دنورو له ادبياتو راوژباړو))
لکه چې، و مو ويل اسلام دا ټول مني، هڅوي يې وړاندې مو هم وويل چې شعر دافراط او تفريط ژبه ده په ستاينه او غندنه دواړو کې د شعر خپله ژبه ( له حد څخه وړاندې تلل) کارول دي خو بيا هم په خپله رسو ل الله(ص) ډېرو صحابه و،تابعينو، تبع تابعينوشعرونه ويلي دي٠ شعر يې ددليل ،شاهد او سند په توګه وړاندې کړيدى٠ حضرت علي( رض)حضرت حسان،حضرت عبدالله ابن مبارک(رض) امام محمد ابن ادريس شافعي( رح)او ډېرو نورو لويانو شعرونه ويلي دي رسو ل الله (ص) فرمايي :
١: ((ان من الشعر حکمة)) يعنې :(( رښتيا چې په ځينې شعر کې حکمت وي))
٢: ((ان من البيان سحراً)) يعنې :((رښتيا چې په ځينې بيان کې سحروي))
٣: ((ان من البيان سحراً وان من الشعرحکماً))يعنې: ((رښتيا چې ، په ځينې بيان کې سحر او په ځينې شعر کې حکمت وي))
دا چې په شعر، کيسه او رمان کې ځينې وخت داسې څه ويل کېږي چې،په حقيقت کې نه وي واقع شوي نو آيا دا دهماغو دروغو په ډله کې نه راځي چې، اسلام حرام ګرځولي دي٠
ډاکټر علامه قرضاوي وايي چې:
٤: (( نه ،دا دحرامو دروغو په ډله کې نه راځي ځکه چې،لوستونکى او يا اورېدونکى په دې پوهېږي چې ، څه ليکل شوي او يا زه څه لولم اويا اورم نودا په عمل کې واقع شوي نه دي[ داهسې يوه سوژه ده يعنې لوستونکى پرې نه غوليږي] دا دهغو ويناګانو په څېر ده چې، د حيواناتواو الوتونکو له ژبې روايت او رانقل شويدي نوځکه دا دهنري پنځونو په ډله کې راځي ٠ الله (ج)د قرآن په نمل سورت کې دمېږي او هدهد ( ملا چرګک) دوينا روايت کوي او دهغوى خبرې يې رانقل کړې دي دا په حقيقت کې دهغوى دخبروتعبير، مفهوم او يا ژباړه ده چې مېږي او ملاچرګک په هغه وخت او هغه ځاى کې له سليمان (ع) سره کړې وې او کټ مټ هماغه الفاظ او هماغه ژبه نه ده ځکه چې ،دې دواړو هېڅکله هم په دومره فصيحه، روښانه او روانه عربي لکه څرنګه چې په قرآن کې روايت شوي خبرې نه دي کړي نو په ناول او رمان کې هم ليکونکى هماغه الفاظ ليکي چې ، ويونکي په احتمالي ډول په هغه اصل ځاى کې ويلي وي٠))
نو ويلى شو چې ،دا دروغ له هغو زيانمنوونکو دروغو سره توپير لري ځکه چې دا يو تميثل دى او بل داچې ،لوستونکى او اورېدونکى پرې درښتياو باور نه کوي او ښه پوهېږي چې، موضوع حقيقت نه بلکې تمثيل او خيال دى او کله کله داسې خيالونه او له ځانه جوړې شوې کيسې دولس داصلاح لپاره ډېرې ګټورې تمامېږي، دموضوع ليکونکى ،اورېدونکو او لوستونکو ته يو درس ورکوي٠ له عبرت څخه ډکې کيسې ورته وړاندې کوي چې ،که څه هم خيال وي خو چاته تاوان نه کوي بلکې، ګټه يې ډېره وي او په شريعت کې خو په ځينو هغو ځايونو کې چې، دروغ ټولنې او وګړو ته تاوان ونه لري بلکې ورته ګټه ولري ، داصلاح لامل شي ،دشر او فساد دورکېدلو، دسولې او ثبات دراتللولامل ګرځي روا دي ٠
که يو څوک داسې يوه کيسه له ځانه جوړه کړي چې ، چاته په کې زيان نه وي دټولنې او شخص شخصيت ته تاوان نه وي خو له پند او عبرت څخه ډکه وي او خلک سمې لارې ته رابولي نو ولې به حرامه وي؟٠
٠
ماُخذونه
(١) متفق عليه
(٢) متفق عليه
(٣)بخاري ، احمد،او دامام مالک موطا)
(٤)الاسلام والفن
",رمان او ناول د اسلام له نظره
2883,سعيد لودين - کاناډا,"
غزل
شهباز رنګه نغمه کي پر هـــر تار سره روان يو
په اوښکو کي تصويره پــر انګار سره روان يو
شبنمه ته نسيم او زه نصيب له ښکلو بېل کړو
وصال يــــــوه لحظه وه نور پر خار سره روان يو
پرون چي مو خاني وه د عالم پر سر مو ځای و
نن خوار يو چي له کلي يو دستار سره روان يو
ړنده دنيـــا ده وينې نــــــه مو ويني په رڼا کي
موږ څاڅکي د رحمت يو له غبار سره روان يو
وعــــده راکه سعيــده چي تر پايه به مي مل يې
کوڅو کي د لوټمارو د سپين هار سره روان يو
",شهباز رنګه نغمه
2884,,"
دپوهنوال ډاکټر رشيد راليږنه ( ٢٢ وری ١٣٨٤ )
دهيواد دتياتر اوتمثل دنوميالې استاد فضل محمد فضلي په وير
كابل _ افغانستان
هجري نيت دودانۍ په دنيا مه كړه
ګوره خونې ديارانو چې مـيرې دي
په خواشينۍ سره مو خبرترلاسه كړ چې دهيواد دتياتر اوتمثل نوميالي هنرمند استاد ف - فضلي هم له دغې نړى سترګي پټې كړې اودپښتو هنر دغه برخه چې دنژدې څلويښتو كالو په ترڅ كې ېې ځان دده له نامه، غږ اوهڅوسره مل كړى و نوره دده له اوچت پرتم څخه بې برخې شوه. څلويښت كاله دغه نوميالې هنرمند پښتو ژبه اودرامه سره وپنځول او په دغه ډګركې يې دخلكو ، ادب اوفولكلور تنده په خپلو اداكاريو سره دزړه له كومې ماته كړه. كلونه كلونه په كليو اوبانډو كې زموږ خلك دجمعو دشپو هغو درامو ته وهوسيدل چې په هغو كې ددغه نوميالي هنرمند ونډه له شكه پرته ديادونې اوستاينې وړ وه. دده په اوچت اورساغږ كې موږ دخپلو تاريخو وياړونو اوتاريخي اتلان څيرې په خپلو يادو اوفكروكې له ځانو سره انځور اوتمثل كړې ، دده غږ و چې موږ ته يې دآدم خان دتورې اومينې كارنامه اودرباب تلپاتې شرنګى داسې راترغوږ كا چې زموږد وياړداحساس اوناچارۍ دواړې تندې يې په يوشان سره په خپله حماسي اوتراژيدي وړتياكې راخړوبې كړې ، دده غږ و چې زموږ دپانې پت هنګامه يوځل بيا په كې راژوندۍ شوه اودده غږ و چې په هره درامه اوتمثل كې يې موږ ته ديوه زيږه اووياړلي افغانى كركتر په څيره كې زموږ دخلكوماسې اوحماسې په خپله رښتينولۍ سره را تداعي كړې. دده غږ و چې موږ خپله څيره د ميوند په پراخ اواتل ډګركې په كې وليده اوواوريده .
هو، داټولې اوتردې زياتې نورې ، داستاد فضلي له نامه سره مل وې او ده موږ ته هغه څه په خپل وخت كې په ميراث راپريښودل چې دتياتر اوتمثل دلارې ديارانو له پاره به يوتلپاتې اوروښانه لارښود وي ، فضلي په خپله دغه څانګه كې دپښتوژبې له پاره دومره څه ترسره كړي چې ترډيرو پورې به دده ځاى زموږ دډرامې اوتمثل په ليكو كې خالي وې . هوخالي ...
دخوشال فرهنګې ټولني لارښوده شورااوټول فرهنګيان داستاد فضلي په ناڅاپي مړينه خپله خواشيني څرګندوي، اودپښتودرامې اوتمثل په ډګركې دده نشته والى يوه نه جبران كيدونكې ضايعه ګڼي ،له لوى او بښوونكي خداى څخه ده ته دجنتو هيله كوي اودده له كورنى اودوستانوسره په دغه ساړه اودرانه غم كې ځان شريك بولي .
لوى اوبښونكى خداى يې د وبښي
نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال
",د خوشال فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام
2885,محمد حسن حقيار - کابل,"

2886,سپېڅلی,"
٢٤ وری ١٣٨٤
دهابل فضايې تلسکوپ چې د خپل خدمت وروستی ورځي تيره وي په دې بريالی سوی دی چې دکهکشانو د کړۍ ډېر ستر انځورونه چې د لوګي غوندي اوريځې ته ورته او د دايروي شکل په څير په فضا کې ليدل کيږي، مځکي ته را مخابره کړي .
دکهکشانو کړۍ يا دايره يو ځانګړی ډول کهکشان دی چې د يوې لوی ګردي څرخ په څير دآبي ستورو نه تشکيل سوی او د هغوي په مرکز کې د ژيړ ډولو ستورو يو ه ستره هسته ځاي لري . ددې ډول کهکشانو لومړی ډله په کال ١٩٥٠ کی ليدل شوي وه.
هغه کړۍ چې ددې ځانګړو کهکشانو په ګرد چاپير کې ځاي لري، و يو خاص ډول موجونو ته ورته ده چې په سوليتن Soliton باندي ياديږي .
دا ډول موجونه د لومړي ځل دپاره په ناڅاپي ډول په کال ١٨٣٤کې جان اسكات راسل نومي يوه اسکاتلنډي مهندس کشف کړ .
راسل چې يو وخت پر آس باندي د يوې کښتۍ چلونکي مخصوص کانال تر څنګه تېرېدی په هغه ځاي کې چې د کښتيو د تم ځاي دپاره ټاکل سوی وو متوجه سو چې يو ډول دايروي شکله غوندي موجونه جوړېږي چې تر ډېر اوږد واټنه پوري خپله انرژي او شکل ساتي .
دا پېښه تر ډېري مودي پوري د ياده وتلې وه تر څو چې د ١٩٠٦ په لسيزه کې د مارتين كروسكال په نامه يو امريکايې فزيک پوه يو ځل بيا هغه کشف کړه او د هغه دپاره يې د سوليتن Soliton د نامه وړانديز وکړ او د هغه فزيکي ځانګړتياوې يې واضح کړلي .
په مسکو کې دفزيک دانرژی د موسسې د جرج پرونكو په قول، نوې کشف سوې کهکشانو ته چې د هوگ آبجكت Hoag Objectنوم ټاکل سوی دی، د سوليتن د موجو ددرې کنجه ډوله څخه دی چې دهغوي اجزاوي د اوبو يا غازو د ماليکولونو په عوض کې هغه ستوري تشکيل کړي دي چې دهغه په مرکزي هسته کې دجاذبې د قوې په مجموعې کې په ګردښ کې ده . د سوليتن ډېر ساده ډول ګردباد دي .
د تازه کشف سوي کهکشان په هغه تصويرونو کې چې دهابل د تلسکوپ په ذريعه را لېږل سوي دي د سوليتني د دايرې نه تر ټولو داسي ستر انځورونه را ښيې چې نړيوالو تر اوسه هغه ليدلي وه خو په دې انځورونو کې په ښکاره ليدل کيږي چې څو بېل ډوله د سوليتن د کهکشانونو ډله موجوده ده .
په دې توګه جوته کيږي چې دا ډول کهکشان چې د هغوي په اړه تر اوسه پوري ډېر لږ معلومات په ﻻس کې وو، د نادره کيهاني اجرامو په ډله کې نه راځي .
تاسو کولاي سی د تازه کشف سوي کهکشانو انځورونه په لاندنی فضايې پاڼه کې ووينی :
www.arxiv.org/ps/hep-th/0503167
",د کهکشانو ډېره ستره کړۍ کشف شوه
2887,,"
",
2888,,"
٢٤ دوری ١٣٨٤
د امريکا ددفاع وزير کندهار ته ورسيد
دامريکا د متحده ايالتو ددفاع وزير دونالد رامسفلډ دعراق د ليدني نه وروسته، نن سهارد چهارشنبې په ورځ په کندهار کې د مېشته امريکايي پوځيانو او پوځي واحدونو دليدو دپاره د کندهار ولايت ته ورسيد.
ويل کيږي چې هغه به د سيمي د بياجوړني د کار نه هم ليدنه کتنه وکړي .
دښاغلي رامسفلډ دا سفر چې مخکي نه وو اعلان سوی په نظر کې لري چې د کندهار نه وروسته به کابل ته وخوځي او هلته به د افغانستان د جمهور رييس ښاغلي حامد کرزی او نورو افغاني دولتي چارواکو سره و ګوري .
",د امريکا ددفاع وزير کندهار ته ورسيد
2889,,"
جلالزی - کابل
دافغانستان جمهورریس حامدکرزی وایي دولت یې عراق ته دافغاني سر تیروداستولولپاره چمتودی خولاتراوسه له ده ځخه داسي غوښتنه نه ده شوې .افغان ولس مشرحامد کرزي چي په کابل کي دامریکادمتحده ایالاتو د دفاع له وزیر دونالدرامزفلدسره ترلیدو وروسته خبري کولې وویل له امریکاڅخه یې ددایمي ملاتړغوښتنه کړې اوداوږد مهالو ستراتیژیکو مرستوددوام یې ورسره ویلی دی .ښاغلی کرزی وویل په افغانستان کي یې دامریکاددایمي پوځي اډو د جوړیدا خبره پخوالا دامریکادمتحده ایالاتوله جمهورریس جورج دبلیو بوش سره کړې ده چي دده په باورپه افغانستان کی داوږدمهالوبهرنیولاس وهنومخه ونیوله شی .
دا له کابو تیرو دریو کلنوراپه دیخواچي په افغانستان کي دطالبانوحکومت نسکورشوی هیواد ته دامریکا ددفاع وزیرنهم سفروو.",افغانستان ته امريکا ددفاع وزير سفر پای ته ورسېد
2890,,"
د اسلا م او مذهب د برخي خبرتيا
د بينوا ويب پاڼي قدرمنو کتونکو ويب پاڼه په پام کښي لري چي د محبوب پېغمبر رحمت العالمين حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د پيدايښت ( ميلاد ) په اړه معياري ليکني خپرې کړي له درنو ليکوالو او علماو څخه هيله کيږي چي که د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د زېږېدني په ليکني لري د ربيع الاول د مياشتي تر اتمي نېټې پوري د بېنوا د اړيکو پر پته راوليږي
په درنښت
دويبپاڼي د اسلام اومذهب د برخي مسول ",داسلام اومذهب دپاڼی خبرتیا
2891,,"
محمد زمان ستانكزى
د كندوز ښار
د انسان له پيدايښت سره سم د پوهونې راپوهونې وسيله ژبه نه وه د هغه وخت انسانانو به په ځانګړو زشتونو يانې حركاتو يو بل پوهول د وخت په تيريدو سره ژوندانه توپير وكړ او په پايله كې يې زبه د پوهاوي وسيله وګرځيده چې په ترڅ كې يې راز راز ژبې منځ ته راغلې ، پر مخ ولاړې او د ملتونو تر منځ د يو معياري وسيلې په توګه راڅرګندې شوې ، ورسره جوخت پښتو ژبه هم را ميدان ته شوه په ځينې وختونو كې يې وده وكړه او په بعضې حالاتو كې د نورو تر اغيزې لاندې راغله ، زمونږ ګران هيواد افغانستان د پښتو ژبې مركز دى چې له دغه ځايه بيا لوى احمد شاه بابا د هند تر نيمې وچې پورې وغوزله دا چې وكړى شو خپل دا نه پرتله كېدونكى څيز له لاسه وركړو څو ټكو ته بايد ژوره پاملرنه وشي هر پښتون ژبى بايد په پښتو وګړيږي ، ليكنې او ژباړې وكړي
له نورو ژبو يې پښتو ته او له پښتو يې نورو ته وليږدوى په دغه كار سره به وكړى شو چې خپله ژبه د تل لپاره وساتو او كه داسې ونه كړو پښتو به د نورو ژبو تر څنګ ګوډه او ماته پاتې شي
يو ځاى كې ناست ووم د پښتو په اړه مو بحث كاوو يو دري ژبي ملګري مې وويل پښتانه په پښتو نه ګړيږي نو د خدمت كولو تمه به يې له چا وكړو دا خبره په لومړي سر كې را باندې ګرانه تمامه شوه په دې سره مې ځان ګوښه او ښايسته شانته مې وژړل او دې ته اړ شوم چې قلم را اوچت او د پښتنو په دې درانه خوب څه وليكم د نورو هيوادونو خلك زيار او كوشيش كوي چې خپلې ژبې له هر پلوه غښتلې كړي مګر مونږ خپل غښتلى څيز له لاسه وركوو ، صرف په دې خبره خوښ يو چې شپيته فيصده پښتانه په هيواد كې ميشت دي خو هغه وګړي چې پښتانه دي او په پښتو نه پوهيږي
دوى به په كومه شميره كې راشي .
اې پښتنو وروڼو او خويندو ! را وچت شئ دا له خپلو نيكونو نه پاتې ميراث نورو راتلونكو نسلونو ته روغ رمټ په لاس وركړى په دې بايد وپوهيږو چې د پښتنو او ددې ژبې دښمنان په يو ډول نه يو ډول غواړي چې دا ژبه وټكوي او د تل لپاره يې له هيواده وركه كړي په همدغه اساسي قانون كې له ملي توبه وغورځيده په دې يې خوښ كړو چې ملي سرود مو پښتو دى خو تر اوسه يې كوم څرك نه لګي او پر ځاى يې د رباني تنظيمي ترانه چليږي ، په مطبوعاتو كې خو په عمومي توګه له منځه تللې او كه چيرې كوم مضمون پرې خپور شي هغه هم ګوډ او مات وي .
اې ليكولانو ! راځئ چې ويښ شو او د حمزه با با دغه شعر ته چې وايي
اغيار به وايي د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
د عمل جامه ورواغوندو ،پښتو ته كار وكړو او د نړۍ د پرمختللو ژبو په قتار كې يې ودرو او كه داسې ونه شي په لوى لاس مو خپله ژبه له منځه وړې ، نه به له دري ژبي او نه هم له پنجابي ګيله وكړو په خپل دې حالت به وژړيږو چې په پښتو نه ګړيږو نو د خدمت كولو تمه به له چا وكړو .
", پښتانه چې په پښتو نه ګړيږي د خدمت كولو تمه به له چا وكړو
2892,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
په افغانستان کې يوسلو دېرش ښځي د دايې توب ( قابلګۍ) دوه کلن کورس بشپړ کړی دی.
دا په نږدې دوه لسېزو کې لومړۍ ځل دی چې ښځي د ماشوم زيږولو په چارو کې مسلکي زدکړې تر لاسه کوي.
اټکل دی چې اته سوه نورې ښځي به په دغه برخه کې خپلې زدکړې د راتلونکي کال تر پايه بشپړي کړي .
",١٣٠ تنو ښځو د دايې توب کورس بشپړ کړ
2893,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
په جلال اباد کې د ډيجيټل ټليفون يوه دستګاه پرانيستل شوی ده.
د مخابراتو وزارت واي چې په پام کې لري شا وخوا پنځه زره ټليفونونه په دغه ښار کې ګډونکونکو ته وه ويشي.
د دغه ټليفوني دستګاه په فعاله کيدو سره به د جلال ابادد ښاريانو لپاره د انټرنيټ اسانتياوې هم برابري شي.
",په جلال اباد کې ډيجټل ټليفون
2894,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
د افغانستان د لاري پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د نل ليکي غځولو سره د اسيا پرمختيايي بانک موافقه وکړه ، او دغه پروژه يې عملي وګڼله .
د پاکستان د تيلو وزير امان الله جادون پرونۍ پريکړه د درې واړو هيوادونو لپاره يو ښه خبر وباله.
د اسيا پرمختيايي بانک دغه پايلي ته رسيدلی دی چي دغه پروژه يوه عملي پروژه ده ،او په عملي کېدلو سره به يې ترکمستان ، افغانستان او پاکستان درېو واړو ته ګټۀ ورسيږي .په دغه غونډۀ کي چي د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز يې مشري کوله ، د ترکمنستان دتيلو اوګازو وزير امان ګېلدي ، او د افغانستان د کانواو صناعيو وزير ميرصديق برخه لرله .
شوکت عزيز وويله دګازو دغه نل ليکه چي ١٦٠٠ کيلو متره اوږدوالی لري د سيمي تر منځ به اقتصادي ګټي او همکارۍ لا غښتلي کړي .
",د اسيا پرمختيايي بانک د پايپ لاين پروژه عملي وبلل
2895,مولوی عبدالحق منصور,"
امام ابوحنیفه رحمه الله دایمان نه روسته داعمالوسزااوجزاذکرکوی حساب کتاب داعمالووزن جنت اودورخ حق دي نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی تسلی ورکوي چي دکفارودکفرسرکشۍعناداوکفر پروامه کوه مونږبه ورسره کوو.ثُمّ اِنّ عَلَیٌنَاحِسابهم (غاشیه 26)ژباړه : بیشکه زمونږپه غاړه ددوۍ حساب دی دقیامت په ورځ داعمالو تلل حق دي الله تعالی فرمايي والوزن یومَئذن الحق (اعراف 8)ژباړه : اوپه دغه ورځ د(اعمالو)وزن حق دی اوفرماییوَنَضَع الموازین الٌقسط لیوم القیامة فلا تظلم نفس شیئا (الانبیاء 47)ژباړه : اوکیږدو تله دانصاف لپاره دقیامت په ورځ ظلم به ونه شي په هیڅ نفس دقیامت په ورځ به دهر انسان نیک او بد اعمال به تلل کیږي دچاچي نیک اعمال درانه شي کامیاب اودچاچي نیک اعمال سپک اوبدیی درانه شي داکس هلاک شوالله تعالی فرمایی فاَمّا من ثقلت موازینه فهو فی عیشة ٍراضیة واما من خفت موازینه فامه هاویة ( قارعه 6تر9)ژباړه : دچاچی دنیکو اعمالوتله درنه شي نوهغه به په ښه ژوندون وي چی راضي به وي اودچاچی د(نیکو) اعمالووزن سپک شی نو دده ځای به هاویه وی (هاویه ګرم اورته وایی )اوفرمایی : فمن ثَقلت موازینه فأولئک هم المفلحون ژباړه : دچاچی دنیکواعمالوتله درنه شی نوهمدوۍ کامیاب دي مسلمان ته دقیامت دورځی په حساب کتاب داعمالو په تول ایمان لرل پکار دی داعمالو تول به څنګه وی ؟دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه هغه وفرمائیل اَلصُحُف کتابچی به وي چی نیک اوبداعمال به پکی لیکل شوی وي . اوس نوپه خپل ګریوان کی کتل پکاردي چی ماپه خپله زندګۍ کي کومه تله درنه کړي ده دنیکو اعمالو اوکه دبدو؟ که نیک اعمال زیات وی بایدنورهم کوښښ وکړی اوپه تیرو نیکواعمالودالله تعالی شکر وویستل شي که بد اعمال زیات په نظر راشی توبه ویستل اوپه اینده کي دنه کولوعزم پکاردی جنت دالله دنعمتونو اورحمتونو ځائ دی داسی نعمتونه چی نه سترګولیدلي نه غوږونواوریدلي اونه دچاپه خیال کی راغلي دا عقیده لرل پکاردي چی جنتونو لاپخواالله تعالی خپلو نیکانو بندګانو لپاره جوړکړي. قرآن کریم کی الله تعالی فرمائی اُعِدت للمتقین ژباړه : تیار شوی لپاره دپرهیزګارانوجهنم دالله دقهر اوغضب ځای دی پخوا تیارشوی اوڅوک چی دالله نافرمانی کوي اوکافران دی هغه به پکی اچول کیږي الله تعالی دجهنم په باره کي فرمائی اُعِدت للکافرین (آل عمران 131)ژباړه : (جهنم ) دکافرانو لپاره تیارشوی ",دقیامت دورځی حساب جنت اوجهنم
2896,مولوی عبدالحق منصور,"
مولوی عبدالحق منصور
اسلام اوبشری حقونه
په نړۍ دجهالت توري لړی خپری وې هرلورته کینه بغض حسد اونفرتونه وو په وړو خبرو لسګونه کاله دښمنۍ کیدی یودبل دوینوتږی اودمالونو يي وږی وو نه نارینه محفوظ وو نه ښځینه ورور دوروردښمن ووپلاردځوۍ او....لورخور خوچاپه انسانانو کی هم نه شمیرله تاریخ وګورۍ دچاپه کورکی به چی انجلۍ پیداشوه ژوندۍ به یی خښوله .مذهبونه اودینونه موجودووخودومره حدته دتحریف اوبدلون ښکارووچی اصل یی له منځه تلی وو هرڅوک دخپلی خوښی وو هو ! دسلام مبارک دین نه مخکی داټولی خبری موجودی وی الله تعالی دنیا ته دمحمد عربی صلی الله علیه وسلم په شکل کی رحمت راولیږه نبوت یی ورکړ قرآن یی ورکړ خلکو ته یی خدایی وروپیژانده دتیارو څخه یی خلاص اورڼاته یی راوستل دهرچا حق خوندی شودبشري حقوقو بنسټ یی کیښود مسلمانان يي دیوبل روڼه وګرځول دخپل منځی مینی اومحبت درس یی ورکړ . دالله دلوری ایات نازل شوانّمَاالمؤمنون اخوتژباړه : ټول مومنان سره ورونه دي اسلام حکم کوی چی جنګونو اوعداوت څخه ځان وژغورۍ یوبل سره مرسته وکړۍ دیوبل ضرورتونه پوره کړۍکه داسیونکړۍ نوتاسی به کامل مړمنان نه یاست محبوب فرمايی من لم یهتم بامورالمسلمین فلیس منهم
ژباړه : څوک چی دمسلمانانواړتیاوی پوره نه کړي ددوۍ څخه نه دی اسلام کي دژوند حق :دکائناتومالک په ناحقه دبل بشروژنه حرامه بولی اوڅوک چی داسی کاروکړی دهغه په اخرت کی جهنم اودنیاکی دمقتول په بدل کی دهنده وژنه ده ترڅودنوروژوند محفوظ شی الله فرمایی وَلکم فی القصاصِ حیوة ژباړه : تاسی لپاره قصاص کی ژوند دی په کومو هیوادونوکی چی دمرګ په بدل کی قصاص نه وی دوژنوشمیره پکی څومره زیاته وی خوکه یواسلامی عمل حکم عملي شوټولنه دمرګ دګواښ څخه ژغورل کیږی اسلامی ټولنه کی داموالوتحفظ:لکه څنګه چی دانسان ژوند قیمتی دی همدغه راز يي مال هم ارزښتناک دی باید ساتنه یی وشی دبل مال دخوراک څخه موقرآن په لاندی الفاظومنعه کوی ولاتأکلوااموالکم بینکم بالباطل ژباړه : خپلومنځوکی مو مالونه په ناحقه مه خورۍ دحجۍ الوداع په موقع نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خپله هراړخیزه خطبه کی دبشری حقونوپه اړه وفرمایل ای خلکو !ستاسو وینه ستاسومالونه اوستاسوعزتونه په یوبل داسی حرام دی لکه نن ورځ چی پدی ښارکی ددی میاشتی حرمت دی هرمسلمان دبل مسلمان وروردی څه چی پخپله اغوندۍ هغه ته یی هم واغوندۍ څه چی پخپله خورۍ په بل وروریی هم خورۍ ....داسلام دبشری حقونوپه اړه دامشت نمونه خروار مثالونه ووکه بشری حقونوپه اړه داسلامی اووضعی قوانینوپرتله وشی وبه پوهیږوچی یواځی اسلام دی چی دبشراوټولنی حقونه یی خوندی کړی
لدی روسته به ان شاءالله په ځانګړي توګه دبشری حقونوپه اړه معلومات وړاندی کوو ",اسلام اوبشری حقوق
2897,خيبر – ماسکو ٢٥ وری ١٣٨٤,"
خيبر – ماسکو ٢٥ وری ١٣٨٤
د روسيې غږ راډيو: په عراق كې د ملګرو ملتونو د موسسي د وسلو د لټوني د څارونكو ډلي پخواني مشر، هانس بيلكس، په همدي ورځو كي يوه ډيره پام را ګرځوونكي اعلاميه خپره كړي ده. هغه په دغه اعلاميه كې وايې چې پر عراق باندي د امريكي د متحدو ايالتونو د بريد اساسي لامل تيل و.
په دي اړوند د روسيې يوه سياست پيژندونكي، ويكتور ناديين رايفكسي، څو ورځي مخكې د «روسيې غږ راډيو» سره په يوه مرکه وويل:
په واقعيت كې د امريكي د متحدو ايالتونو ټول كړه وړه تر هر څه د مخه په نړۍ كې د خپلو مالي او اقتصادي گټو پياوړي كولو ته متوجه دي. او په لومړي سر كې د تيلو ګټو ته .
د واشنګتن هلي ځلي د هغه څه جوړولو ته متوجه دي، چې امريكايان يې د امريكي د متحدو ايالتونو لپاره د انرژۍ د تامينولو په ساحه كې د امنيت د سيستم په نامه بولي. او نن ورځ له تيلو او ګاز پرته د انرژۍ داسي سرچيني نه ليدل كيږي چې غټ حسابونه پري وشي.
د امريكي متحد ايالتونه، پر دي باور لري چې دوی يوازنی هيواد دي چې د نورو د اداره كولو وس ور سره شته. او لكه چې ښكاري په همدي دوي داسي ګڼلي چې د دي لپاره ډيره مناسبه موقع په لاس ورغلي چې د تيلو د نړيوالو سرچينو د خپلولو په خاطر بي رحمانه مبارزي ته لاس واچوي. او په همدغه لاره كې لومړني ګام، پر عراق باندي بريد وګرځيد. نو ځكه، هانس بليكس، كله چې د دغه بريد پر عواملو غږيږي، په حقه دي.
وياند: چې داسي ده، نو د امريكي د متحدو ايالتونو د دغو ګن شمير اعلاميو مفهوم څه دی، چې ګوا كې دوی د عراق او نورو هيوادونو د ديموكراتيزه كولو هڅه كوي؟
ځ: د ديموكراتيزه كولو خبري، دا يوازي پرده ده. پر عراق باندي د امريكې بريد په دې پلمه وشو چې ګوا كې عراق د ډله ييزي وژني وسله لري. خو كله چې څرګنده شوه چې دغه ډول وسله په عراق كي نشته، نو د يرغل د پټولو لپاره نوي پرو پاګنډي پرده وړاندي شوه. د استبداد پر ضد او د ديموكراسۍ په خاطر مبارزه. اوس واشنګتن نه يوازي د عراق، بلكي د ستر منځني ختيځ او د نړۍ د نورو سيمو د ديموكراتيزه كولو د ضرورت خبري هم كوي. د واشنګتن دغو ديموكراتيزه كوونكو پر عراق سر بيره، ايران، سعودي عربستان هم تر خپلي پاملرني لاندي نيولي دي او په همدي ځای كي هم د تيلو ګټي په ډاګه ښكاري. خو په پاي كې دا هم بايد وويل شي، چې د امريكي د ستراتيژي جوړونكو كارونه هغسي هم پر مخ نه ځي لكه چې دوی يې پلانوي . دا دي څه د پاسه دوه كاله كيږي چې په عراق كې د امريكي د نيواك پر ضد مقاومت روان دي او پای يې تر اوسه نه ليدل كيږي .
",پر عراق د امريكې د بريد اساسي لامل
2898,قريب الرحمان سعيد - ناروې,"
استاد قریب الرحمن سعید (ناروې) ٢٦ وری ١٣٨٤
اوسلو پوهنتون د ټولنيز اقتصاد عالي انستيتوت
",د هیوادد اقتصادي څرنګوالي په هکله یوه لنډه شننه
2899,,"
٢٦ د وری ١٣٨٤
د جرمني په کولن ښار کې د افغان فلمونو فسټيوال پيل شو.
په دغه فسټيوال کې نږدې ٢٦ افغان فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي.
فيسټيوال د اپريل د ١٤نيټې څخه تر ٢٤ نيټې پورې د المان د کولن په ښار کې د(فلم هاوس) په سينما کې داير شوی دی چې په کې دافغانستان ددننه او بهر څخه فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي.
",په جرمني کې افغان فلم فسټيوال
2900,هدايت الله هدايت - استراليا,"
هدايت الله هدايت ـ استراليا
١٥ – اپرېل – ٢٠٠٥ زېږديز
دسړې جګړې د ختمېدونه لږ څه باد ډېرو داسي انګېرل چې حتي پخپله امريکا به دنړۍ د هغو ګواښونو او تهدېدونو د سرچينې څخه مطمئنه نه وي کوم چې ځانته يې متوجه ګاڼه . امريکا ته به ښايې دا ګواښونه اووېري د پخواني شوروي اتحاد د ډېرو سترو زروي وسلو دزېرمو پاتې والی يا د چين په بېړه پرمختيا اويا د هر ي بلي نړۍ والي ستونزي نه چې وو را پيدا سوي وو.
خوددې سړې جګړې نه باد په يوه ټاکلې موده کې، امريکا خپل ټول ا صلي زور او توجه د نوي ډول وسلو د جوړولو و پراختيا او د موشکي دفاع و سپر ته را وګرځاوه څو په دې ډول و کوﻻي سي د خپلو ستراتيژيکو سيالانو نه پر مخ وﻻړ سي .
دنړۍ يواځنۍ ځبر ځواک په کال ١٩٩٩ په اروپا کې د خپل موقف په ټينګېدو سره د کوزوو جګړه پېل کړه څو په ستراتژيک لحاظ روسيه تر فشار ﻻندي راولي خوپه دوه زرم کال کې بيا بوش ادعا وکړه چې چين د هغه ستراتژيک سيال او رقيب دی .
په واقعيت کې ددې ټولو نه دا خبره جوته کېږي چې ښايې امريکا به د خپل اصلي دښمن په پېژندلو کې ترديد درلودی . خوپه نيويارک او واشنګټن کې دکال ٢٠٠١دسپتامبر د يولسمي پېښي امريکايي چارواکي غافلګيره او د پېښو مسير ته يې بدلون ورکړ.
دسپتامبر ديوولسمي تروريستي ناورين و امريکايي چارواکو ته دا سبق ورکړ چې دې هېواد ته لوی ګواښ پوځي لوی ځواکونه نه بلکه حتي د امريکا ستراتژيک دښمنان هم نسي کوﻻي و امريکا ته يو کارنده ګواښ و ګرځي . خو غير دولتي تروريستي سازمانونه په رښتيا هم کېداې سي چې د يوه ډېر ستر تهديد په څېر ځان را ښکاره کې .
د بوش د ادارې نوي سخت دريزه او محافظه کاره سلاکاران چې د داسي يوې لويي خطرې سره يې د مخامخ کېدو انتظار نه ﻻره خپله نړېواله ستراتژي يې په يوې ځانګړي تګلاري باندي سمباله کړه او خپله توجه يې د خپلو ستراتژيکو رقيبانو څخه د تروريسم او دډله ايزي وژني و سلاوو ته را واړوله کوم چې هغه يې و خپل ځانته د ډېرجدي ګواښ په توګه و باله .
د سپټامبر ديولسمي نه باد د ""بوش دکترين"" را ښکاره سو. امريکا د "" د شرارت محور"" او د ""مخ نيوونکې"" ستراتيژۍ طرحې راميدان ته کړې . د تروريسم سره د مقابلې اصل يې د زروي وسلو د پراختيا د مخنيوی او د "" ياغي هېوادونو"" پر اصلاح باندي و تاړه . ددې دکترين پر اساس امريکا پر افغانستان او عراق باندي خپل پوځې بريد پيل کړ او د خپل پوځې ځواکونو پر بيا جوړوني او پياوړتيا او بهر ته يې دامريکايې ځواکونو پر لېږلو باندي نوې کتنه و کړه .
دې دکترين و امريکا ته دا توان ورکړ څو په مينځني ختيځ، مرکزي آسيا، جنوبي، ختيځه او شمال ختيځه آسيا کې خپل سياسي او پوځې نفوذ زيات کړي ، د خپل عکس العمل ځواک په هغو سيمو اوهېوادو کې چې په لوي لاس يې پخپله بې ثباته او نا آرامه کړي وه ټينګ کړي او خپل د "" لويې مينځني ختيځ"" اصلاحي کړنلاره و ميدان ته را وباسي .
دغه ټوله ټکې ددې ښکارندويه دې چې د واشنګتن د تروريستي ضد کړنلاره "" دځان نه ددفاع"" د چوکاټ نه را وتلې او د ناخوښو رژيمو په بدلون پسې يې را اخيستې دي .
دامريکا دغه کړو وړو په ځانګړې توګه د فارس د خليج او د کوزوو د جګړو نه وروسته داوښودله چې امريکا د سړې جګړې نه باد خپل ذهنيت نه دی بدل کړی او اوس هم د پټ او ښکاره ګواښونو سره د مقابلې په خاطر دپوځي وسېلو نه کار اخلي . په واقعيت کې د بوش ددکترين فلسفه نه ددموکراسی داصولو رعايت بلکه د زور نه پر استفادې باندي تکيه ده . يعني داچې امريکا بايد د پوځې لحاظه هومره طاقت ولري څو پر ټوله نړۍ يې د خپل نفوذ سايه خپره وي . ځکه نو عجيبه نه برېښي چې دبوش ادره اوس هم دا هڅه کوي چې پرعراق باندي خپل يرغل او په دې اړه د امريکا سياست سم وښيې او هغه بر حق وګڼي .
خو کوم څه چې دلمر غوندي روښانه ده هغه ددې جګړي په هکله دنړېوالو ډېرکارنده منفي غبرګون دی .
امريکا له پوځې پلوه پر عراق بری وموند خو په دې هېواد او عربي نړۍ کې يې ځان د سولي په راوستلو کې دډېرو ستونزو سره مخامخ کړ. ددې سره سره چې دواشنګټن سياست ددې باعث وګرځېد چې ډېري پېچلي قومي او مذهبي اختلافونو ته زور ورکړي او ددې هېوادو ستونزي د خپلي خوښي پر سناريو او سمت باندي رهي کړي ، خو دعراق په اړه يې د خپل سياست دوام وعربي او اسلامي نړۍ ته دا پيغام ورکړ چې د امريکا غوندي يو ځبر ځواک هغوي د ددموکراتيکو اصلاحاتو په بهانه تر هدف لاندي راوستلاي سي . دې باور نور هم د اسلامي هيوادو او امريکا تر مينځ دډېري پراخي خوابدی او وارخطايې موجبات برابر کړی دي .
اوس خود دم درحاله دعراق علاج و واشنګټن ته په يوې ډېري جنجالي موضوع باندي تبديل سوی دی . دجنوري پر اته وېشتمه سپيني ماڼۍ په ډېره بيړه په عراق کې واګي و يوه مؤقت دولت ته و سپارلې . وروستنۍ ټاکني هم په ظاهره داسي ښيې چې ګني خيرو خيريت دی. خو د داشاني واک سپارل وضعي ته بدلون نه ورکوي او ان هغه ﻻ نور هم د زيات کړکېچ خواته ټيل وهي . اوس هم د امريکا يو لک و پنځه دېرش زره پوځيان د عراق په ډم کې بند پاتې دې او ددې هېواد د پوځيانو مرګ ژوبله هم ورځ په ورځ زياتېږي .
دعراق جګړې په نړېواله کچه د ويټنام دجګړې نه زياته دامريکا څېره کرغېړنه وښودله . حتي پخپله بوش کله چې دخپل اروپايې انډيوال انګلستان په سفر بوخت وو د خلګو سره يې د مخامخ لېدو مخ نه درلودلی.
پرعراق باندي د پوځې بريد د هماغه لومړنيو چمتو کېدو نه راهيسي بيا د جګړې نه باد ياني د بيا جوړوني تر وخته پوري هيڅکله هم دومره لوي او ډېر دردناکه بېلوالۍ د امريکا او د هغه دعنعنوي اروپايې انډېوالانو په مينځ کې نه وو راغلی. تېر کال ځېنو امريکايې تحليلګرانواو سياست پوهانو په دې اړه خپلې نېوکې راپورته کړې . ددوی نه ډېرو په دې باور وه چې بوش د خپلې مخنيونکی استراتژۍ په کارولو سره و نکړاې شوه چې په غوره توګه د هغو ګواښونو سره مقابله وکړي کوم چې د امريکا و مخي ته پرتې دي .
خو ددې سره سره د بوش ادارې و هغو غم لړلو استراتژيو ته مخه کړه چې د تاريخ په اوږدوکې يې د ډېرو امپراطوريو سرونه خوړلی دی .
تاريخ او دامپراطورانو افسانو دا ښودلې ده چې د بوش ﻻره سمي پاېلې نسي لرلاي بلکه دامريکا امپراطوري يې دډېرو نورو نا امنيواوبې بندوباريو سره مخامخ کړېده چې کېداې سي د کاملي نابودی تر کندي پوري يې ټيل وهي .
لکه څنګه چې د هاروارد د پوهنتون يو استاد وايې چې د امريکا د ځواک د تئوری لوي پارادوکس دادی چې په نړۍ کې د سياست صحنه ډېر بدلون موندلی دی اوان ډېر طاقتوره هېوادونه به ﻻ و نسي کړاې چې خپلو اهدافوته د پوځې ځواک اود روم دامپراطوری د ورته ميتودونو په کارولوسره هغه ته ځان ورسوي .
دامريکا د نوی محافظه کارانو پرخپل سر او يکه تازه سياست په نړۍ کې د قدرت او نړېواله نظامونو انډول له مينځه يووړ. ددې دو کالو پېښو دا وښودله چې د عراق جګړه يوه جبري جګړه نه بلکه يوه اختياري جګړه وه . پدي ډول اوس نو بايد د مخنيونکي جګړې اصطلاح د امريکا د ملي امنيت د فرهنګ څخه ليري کړل سي . همدارنګه دې جګړي د تروريسم سره د مبارزې په اړه د نړيوال ائيتلاف هغه لومړنۍ جذبه له مينځه يو وړه او هغه يې پڅه کړه . د امريکا په مقابل کې د اسلامي نړی قهر او غضب د عراق د جګړې نه باد را وپارېدی، ان دا چې دډېرو رسنيو په قول دالقاعدي و تروريستي ګروپ ته د نوېو غړو د جذب باعث سوه . همدارنګه په نړيواله کچه د تروريستي فعاليتونو اندازه کمه نه بلکه د پخوانه ﻻ ډېره زياته شوه .
د عراق د بيا جوړوني لپاره چې د نړېوالي مرستي غوښتنه را پورته سوېده يوځل بيا يې دا په ډاګه کړه چې په ننۍ شاربل سوې نړی کې په يواځې توګه تلل اوو هر څه ته د خپل ديد د زاويې نه کتل نسي کوﻻي چې ونړېواله مسئلو ته د حل يوه مناسبه ، متمدنه او ديموکراټيکه لاره پيدا کړي .
په داسي حال کې چې په ننۍ نړۍ کې يو تر بل او خپل مينځې اړيکې ژوري رېښې پيدا کوي او دهر هېواد ګټي د نورو هېوادو د ګټو سره غوټه کېږي ، ددې نوې پېړۍ په پيل کې پرعراق باندي يرغل او پر هغه باندي دجګړې تپل په نړۍ واله اړېکو کې يو ډېر منفي مثال وو . دا ځکه چې د جګړو خوارۍ تر خوښيو ډيري دي . دنړۍ د انسانانو لوي لښکر به و يوه ځبر ځواک ته هيڅکله دا اجازه ورنکړي چې نړيواله ټولنه دي په خپل پوځې طاقت سره د خپلو لويې غوښتنو و رابللو ته مجبوره کړي .
په عراق کې د امريکا او سنۍ حالت ددې خبري ښکارندوي دی چې کله د يوه ځواکمن هېواد دسلطې مفکوره دهغه هېواد د طبيعي حدود نه را ووزي او سر واخلي نو څومره ستري ناخوالي اولويې ستونزي را زېږه وي . هغه ستونزي چې نن سبا امريکايي چارواکي ور سره مخامخ دي هغه دنورو دګواښونو څخه نه بلکه پخپله دامريکا د غرور او فرعونيت څخه نشئت کړيدی . که څه هم امريکا داسي افسانې په سر کې لري چې ګني يوېشتمه پېړی به دامريکا پېړی وي خوتحليلګران په دې باور دي چې هيڅکله به و هغه ته و نه رسيږي .
په دې نوي پېړۍ کې د نړی عام ولسونه د ټولو سترو ځواکونو نه غواړي چې په ګډه اوپه يوه سالمه او سوله ائزه چاپيريال کې، د علم او تکنالوژۍ په پياوړتيا او شريکولو کې ديوې نړيوالي عادلانه ټولني د جوړلو په خاطر دهيوادو په مابين کې دسولي او دوستۍ لاري پرانيزي او د پوځې وسله والتوب ، رقابتونو ، لويې غوښتني او تشدد نه د بشريت دبقاء او سوکالۍ په خاطر ﻻس واخلي .
",دامريکا اندېښنې اونوي ستونزي
2901,,"
باختر اطلاعاتي اژانس - کابل ٢٥ وری
د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت فرمان
د اطلاعات او کلتور او توريزم وزارت د وړانديز ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکي ادارې د تائيد سره سم د جمهوري رياست له خوا په نوموړي وزارت کښي لاندنۍ ټاکني شوي دي :
- نجیبه مرام د نړيوالو مطبوعاتو دمرکز ريسه ، د مطبوعاتو د عالي شورا د غړي په توګه
- محمد شریف ازمان د ازادو مطبعو د تصدۍ دريس په توګه
- توریالی حاحي د هيواد ورځپاڼي د ريس په توګه
- اجرالدین اقبال د ملي راډيو تلويزيون د اسلامي ښووني دامر په توګه
- عبد الواحد د ملي راډيو تلويزيون د مبسر په توګه",داطلاعاتو اوکلتور په وزارت کي نوي ټاکني شوي دي
2902,,"
هالنډ٢٧ - وری
په جرمني کي د افغان فلمونو فستيوال او ( هجرت )
داپرېل پر ١٤مه نېټۀ د جرمني د کولن ښار کي دافغاني فلمونو فستيوال پرانستل شو ، دغه فستيوال دنوموړي ښار د ( فلم هاوس ) له خوا جوړ شوی او پر مخ بېول کيږي .
په نوموړي فستيوال کي چي داپرېل تر ٢٤ پوري به دوام لري ٣٠ - افغاني فلمونه د نندارې لپاره په پام کي نيول شوي دي .
ديادولو وړ ده چي په دغه فستيوال کي دافغانستان د سينما زړې اونوي لاسته راوړني نندارې ته وړاندي کيږي ، د نوو افغاني فلمونو په کتار کي به داپرېل پر ١٨مه نېټۀ نوی افغاني هنري فلم ( هجرت ) هم نندارې ته وړاندي شي .
په پورته يادو شويو دېرشو افغاني فلمونو کي چي په دې فستيوال کي به د افغانستان د سينما استازيتوب کوي يوازي هجرت د هيواد په ملي او رسمي ژبو ( پښتو _ دري ) جوړ شوی ، او پاته ٢٩ ټوله په دري ژبه وړاندي کيږي .
د افغاني فلمونو د فستيوال لپاره په لاندي پتواړيکي ټينګولای شئ :
Kِlner Filmhaus ∙ Maybachstr. 111 ∙ 50670 Kِln ∙
Fax 0221-222710-99 Tel 0221-222710-15/20
E mail: kino@koelner-filmhaus.de
",دجرمني د کولن په ښار کي د افغاني فلمونو فستيوال
2903,ډاکټر سبحان هاتفي - کليفورنيا,"
ټوله شپه مي ياره ستا په غم ژړلي دي
ته ولي راته وائې چي تا کم ژړلي دي
په ډير خواشينۍ سره بايد وويل شي چي د څه د پاسه د يوې پېړۍ راهيسي او په ځانګړې توګه په وروستيو درې لسيزو کي د پښتنو سيمي او پښتانه بې له کوم جرم څخه زيات وځپل شول . پښتانه په ډله ايزه توګه د ژوند د نعمت څخه محرومه کړل شول ، پښتانه د خپلو کورونو نه د وژني ، وهلو او ټکولو سره وايستل شول او په ځينو برخو کي د پښتنو مالونه تالا او په ناموس ئې تېری وشو .
د پښتنو مشران په بمونو او راکټونو ووژل شول ، د پښتنو ښادۍ او ودونه په وينو ولړل شول ، پښتنه ناوې د خپل خاوند کور ته د تګ په لاره کي شهيده او په وينو لړلې ډولۍ ئې هديرې ته يو وړل شوه د پښتنو تنکي زلميانو او کوچنيانو پداسي حال چي په لوبو اخته ول دبمباريو او راکټونو د اورولو له امله د بدن غوښي په هوا کي خپرې شوې ، د پښتنو په سرونو کي ميخونه ټک وهل شوه ، سترګي ئې وايستل شوې او غوږونه ئې پريکړل شول .
او هغو چي په سهېلي برخو کي ددې ناورينو ، ناخوالو نه ژوندي پاته ؤ د خپل سردساتني لپاره د خپل پلرني سيمو پرېښېدو ته اړ او په ډله ايزه توګه د افغانستان سويلي سيمو ته کډوال شول ، چي نن د د سپين بولدک ، ژړې دښتي کمپونو او نور ځايونو کي د نامعلوم ژوند شپې او ورځي تېروي .
ترهغه ځايه چي ما دا کمپونه وليدل دا خواره کډوال شوي پښتانه هلته په ژمي کي د يخنۍ او په اوړي کي د مارانو د چيچلو څخه مري ، د ملګروملتونو راپورونو کي ددې بالجبره کډوالو شمېره ٤٠٠٠٠څلوېښتو زرو تنو ته رسيده .
ملي ژبه چي دملي پيوستون يا ملي يووالي راوړلو کي اساسي عنصر دی د بده مرغه د افغانستان پلازمينه کابل کي په دولتي دفترونو کي د پښتو ويل جرم ګڼل کيږي او داهم وليدل شول چي څوتنه پښتني ځوانان چي په بله ژبه نشو ږغيدلای د پاکستاني په نامه د مرګ تر پولي وټکول شول ، د پښتنو ميليونونه کتابونه په اور وسوځول شول ، پښتو د راډيو تلويزون او اخبارو څخه په بشپړه ټوګه وايستله شوه ، کابل کي ١٣٠ ورځپاني ، مجلې او نور ي خپروني منځ ته راغلې چي صرف ٥ ـ ٧ ېې په پښتو دي او بس .
بې له کومي دقيقي سرشمېرني نه د ستميانو او شورا نظار د ډلو لخوا نړيوالو رسنيو ته د پښتنو نفوس چي د ٥٥٪ څه تر ٦٢ ٪ پوري وي هغه ئې د څلويښت نه کم ښودلي . دا ځکه کابل ښاري څانګو کي په تذکره کي د پښتون کام پرځای پښتون ئې تاجک ښودلی .
د تش په نامه بيارغوني کي پښتني سيمي په دې بهانو چي هلته امينت نشته هلته القايده او طالبان اوسي هيڅ کار ورته ندی شوی پداسي حال کي چي د پښتنو سيمي ټولي لکه د برلين ښار د دوهمي نړيوالي جګړې پای کي د خاورو سره برابري شوي دي ، د راپورونو پر اساس د دوهمي نړيوالي جګړې وروسته د افغانستان پښتني سيمو باند ي زيات بمونه اچول شوي دي او د بده مرغه دا لړۍ تر ننه پوري دوام لري .
مشهور متل دی ( پوهنه رڼا ده ) خو ددې رڼا نه پښتنې سيمي بې برخي دي هلته د پښتني ضد ډلو د پوهني وازرت ئې په قبضه کي و او دا پروپاګنډې کولې چي پښتانه د تعليم سره ضديت ښيې . د بلي خوا د يوې دسيسې په اساس څرنګه چي پلان و چي کابل د پښتنو نه تش کړي د څو لسيزو راهيسي عملاً په کابل کي د پښتنو انجونو او زامنو لپاره يو د لمړنۍ او يا لوړو زده کړو ښونځي وجود نه درلود دا له دې امله و چي پښتانه قصداً بېسواده وساتي اوس يې نو دا ډنډوېه پيل کړې ده چي پښتو ويونکي او غير پښتو ويونکي پښتانه ، معلومه نه ده چي راتلونکي کي به پښتانه به څه نومونو بېلوي .
دا چي ضد پښتني ډلي د پردو په پيسو په خپلو خپرونو او ويناو کي د پښتنو باباګانو ،مشرانو ، نيکونو ته سپکي سپوري وائې دا پدې دليل چي د پښتنو وياړني له منځه يوسي د تاريخ پيښي د ځان په ګټه بدلي کړي ددې ټولونو نه موخه داده چي د ګران هيواد ملي هويت له منځه يوسي او دا ټولو ته جوته ده چي بې هويته هيواد او ملت باندي هرڅوک تېرې کوي . او هغه د ځان بولي ، چي دا غميزه نن د پښتونخوا په سيمه کي په ټول قوت سره پر مخ ځي .
نن چي د ساينس او ټکنالوژي نړی ده د پښتني ضد وګړي حتی د فلمونو نه د خپل کرغېړن پلان د پاره کار اخلي په دې ورستيو وختو کي زيات ليدل کيږي چي ټول بدکاره ، ناوړه او منفي رولونه پښتنو ته ورکوي تر څو نړې ته وښيي چي پښتانه داسي بد کاره ناپوه خلک دي . په کتابونو کي هم د هغوی ټول ناروا او منفي کارونه پر پښتنو تپلي دي .
ددې ټولو ناخوالو ، نادودو او جفاګانو سره بيا هم دوئ په ټولي بې شرم سره پښتون قام غاصب ، فاشيست ، بيسواده او بې تمدونه بولي . تر هغه ځايه چي د تاريخ په مخونو کي ليکل شوي دا سيمه د زرګونو زرګونو کلونو راهيسي د پښتنو سيمه ده او پښتنو په خپل سرښيندنو دا سيمه ساتلې ده او که چيري کوم فاتح نوري سيمي نيولي هغه هم دپښتنو د توري د شرنګ له برکته ؤ . ولولئ چي د سلطان محمود غزنوي د وخت يو شاعر دا مسئله په خپل شعر کي څرنګه راوړې ده .
ترک و نامردو و دانګل له جنګه
زه پښتون ولاړ د سلطان تر څنکه
سوال دادی چي اخير تر څه وخته به موږ داسي در په دره ، لوږي ، بربنډه بېسواده پاتي يو ؟ . او تر څو به زموږ ځوانان په يو او بل نامه وژل کيږي يا په جيلونو کي د زولنو سره شکنجه کيږي نن موږ ټول پدې پوهيږو چي د منطق او استدلال دوران دی .
پښتنو ستاسو توره او ټوپک د تاريخ په اوږدو کي د يرغلګرو څټه وايستله . خو نن زمانه بدله شوې راځی چي دخپلو پلرونو او نيکونو د هغه خدای ورکړي اهليت اولياقت د رعايت او پوهي نه په ميراث اخستلو سره کار واخلو او په سوله ايزه ټوګه خپل حقه حقوق تر ﻻسه کړو ، مهتماګاندي ددې سياست څخه په کار اخيستلو سره انګريزان د بهارت څخه وايستل .
دسوله ايزي مبارزې سره نو څوک نه شي کولای پر موږ د القايده يا طالب ټاپه ولګوي . دا پرحقه پاڅون د کوم امتياز غوښتني لپاره نه بلکې د حق غوښتني په خاطر وي ، ټول بايد ځانونه په دې پوه کړو چي حق غوښتنه زموږ طبعي حق دی او حق غوښتنه امتياز غوښتنه نه ده . دا خوځښت بايد ډله ايز وي نه په ځانګړې ټوګه ، په ځانګړې توګه مبارزي تل ځپل شوي دي نو دډيرو سوچونو او ژورو رو څېړنو نه زه دې پايلي ته ورسيدم چي :
دپښتنو د توکمي جرګې د جوړولو وړانديز ټولو پښتنو او په هيواد دننه څه چي بهر هم وکړم .
جرګه د پښتنو په تاريخ کي يو منل شوې باصلاحيته مرجع ده ، دجرګې غړي د پوهو ، پخو او ريښتنو خلکو څخه ټاکل کيږي ، دجرګې غړي بايد د پښتونوالي په ټولو اصولو او مقرراتو وپوهيږي که چيري مسئله ملي بڼه ولري نو د ټول هيواد څخه جرګې ته استازي رابلل کيږي چي په هغه صورت کي ورته لويه جرګه وائې .
دپښتونولۍ جزائي حقوق دومره په غور سره وضع شوي چي هيڅ قانون به ونه کولای شي ورسره سيالي وکړي دلته دا څرګندونه ضروري بولم چي ارواښاد بېنوا د پښتونولي په اړه کړې .
(( پښتونولي د بشريت عامي ښېګڼي اود اسلاميت لوړ اخلاق دي ))
کله چي پښتنو جرګه وټاکله نو بشپړه صلاحيت هم ورکوي او هيڅوک نشي کولای د جرګې د پريکړي نه سرغړونه وکړي ، نن چي پښتون قام د تاريخ په خورا حساسو شېبو کي قرار لري لازمه ده چي د تدبير نه کار واخلي اودپښتنو توکمي نړيواله جرګه دي جوړه کړي او بيا دا جرګه د پښتون قام په استازيتوب سره د پښتنو غمجن حالت د کابل د ادارې مشر ، د ملګرو ملتونو استازواودامريکې چارواکو سره مخامخ خبرو اترو لپاره مطرح کړي ، هغه مسايل چي زما له نظره مطرح شي دا لاندي ټکي دي :
١ : ـ پښتون قام چي په په افغانستان کي غوڅ ډيره کي دي په کومه ګناه د هغو سيمي بمباري او خلک ئې وژل کيږي .
٢ : ـ ولي پښتانه صرف د پښتو ويلو په جرم په جيلونو کي اچول کيږي او سزاګاني ورکول کيږي .
٣ : ـ د تاسو د اساسي قانون په اساس پښتو ملي ژبه ده ولي پښتو د حکومتي ادارو ، راډيو تلويزيون او اخبارو څخه ايستل شوی .
٤ : ـ څرنګه د افغانستان پلازمينه کي يو لمړنۍ ښوونځۍ د پښتنو ماشومانو لپاره نشته .
٥ : ـ تعلمي نصاب بايد ٥٠ ٪ انډول مراعات شي .
٦ : ـ دپښتنو سيمي ولي عمداً او قصداً ويجاړي ساتل کيږي د بيا رغوني پرګرامونه هلته بايد پلي شي .
٧ : ـ مطبوعات د تنګ نظرو متعصبو له منګلو نه خلاص شي .
٨ : ـ نند پردو ځواکونو ددايمي شتوالي خبري اوريدل کيږي پدې هکله جرګه پريکړه وکړي .
٩ : ـ دپښتنو د حقه حقوق نه دي سترګي پټي نه شي کار دي اهلي کار ته وسپارل شي
١٠ : ـ بهرنۍ سفارت خوني دي د يوه کلي او يوې سيمي له وګړو د قبضې څه خلاص او د ملت پوهو مسلکي خلکو ته وسپارل شي .
ډاکټر سبحان هاتفي
P.O.Box 331 – ALAMEDA,CA 94501 شمالي کلفورنيا ، متحده ايالات
",د پښتنو توکمي جرګې جوړول ديوې ټولنيزي اړتيا له مخي !
2904,منصور,"
سورة البقرهسورة البقره مدنی سورة دی ۲۸۶ایاتونه اوڅلویښت رکوع لريبسم الله الرحمن الرحیم
الم (۱)ذلک الکتب لاریب فیه هدی للمتقین (۲)الذین یؤمنون بالغیب ویقیمون الصلوة ومما رزقنهم ینفقون(۳)والذین یؤمنون بماانزل الیک وما انزل من قبلک وبالآخرة هم یوقنون(۴)اُلَئِکَ علی هدًی من ربّهم واُولئک هم المفلحون(۵)ژباړه :ددی حروفو په معنی الله عالم دی (۱)داکتاب نشته هیڅ شک پده کی (دغه کتاب )دپرهیزګارانولپاره لارښوددی (۲)هغه کسان چ یایمان لرونکی دي په غیبو باندی اوقایموي (سم اداکوي ) دوۍ لمونځ اوهغه څه (مال)چی مونږورکړی نفقه کوي یی (۳)اوهغه کسان چی ایمان لري دوۍ په هغه کتاب چی تاته نازل شوی اوپه هغه کتابونوچی لتا نه مخکي نازل شوی اوپه آخرت دوۍ یقین لري (۴)دغه کسان دالله له لوری په هدایت دی اوهمدوۍ کامیاب دي (۵)لنډتفسیر : الم داحروف مقطعات دی چی په معنی باندی الله تعالی عالم دی څوک وایی دادالله اورسول ترمنځ یوپټ راز دی چي مونږته دبعضی حکمتونوله وجی ندي راښکاره شوي ذلک الکتب لاریب فیه پدی کي هیڅ شک نشته چی داکتاب دالله دلوری ندی بلکه خالص دالله دلوري دی ټول مضامین یی ریښتیني اوواقعی دی هدیً للمتقین (۲)له دغه ځایه دقرآن کریم تراخره پوری د(اهدناالصراط المستقیم) ځواب دی چی دبندګانوله خواغوښتل شوی وه قرآن هغه کسانوته لارښیئ چی دالله تعالی ویره اوخوف یی په زړه کی وی هغه به ضرور دخواوبدو پلټنه کوي اودچاپه زړه کی چی دالله خوف نه وی هغه به دبندګۍ سره څه علاقه اودعذابه څخه به څه اندیښنه ولری ؟الذین یؤمنون بالغیب تراخردایت پوری هغه شیان چی ددوۍ له عقل اوحواسوڅخه پټ دی لکه وحدانیت ،رسالت ،حشر نشر،قیامت ، حساب کتاب ،ملائک ،جنت اودوزخ دغه ټول دالله اورسول دارشاداتوسره سم اویقینی کڼی ددی څخه څرګنده شوه چی په غیبو ایمان نه لرونکی دهدایت له فیضه محروم دی .دصلوة اقامت نه دلمانځه په وخت اوادابوسره اداکول مراددی والذین بما انزل الیک ..تراخردایت پوری په تیرایت کریمه کی دهغه کسانو یادونه وه چی مشرکین وو اوپدی ایت کی الله داهل کتابو(یهودواوعیسایانو) یادونه کوی بدله یی په لاندی ایت کی ذکرکیږی اُولئک علی هدی من ربهم تراخردایت پوری .پورته دواړه ډلوته هدایت ورپه برخه شواوپه اخرت کی به خپل مراد ته ورسیږی څرګنده شوه څوک چی دایمان اونیکواعمالوڅخه بی برخی وی دنیا او آخرت دواړه یی برباد دی(تفسیر عثمانی ) ",سورة بقره (اول درس)
2905,مولوی عبدالحق منصور,"
عن انس رضی الله عنه قال قال رسول الله ﷺ مَنْ احَبّ انْ یُبْسَط لَهُ فیْ رِزْقِهِ اَوْ یُنسالَهُ فیْ اثرهِ فلیَصلْ رَحِمَهُ (متفق علیه ) ژباړه : نبی کریم ﷺ فرمایلی څوک چی غواړی رزق یی زیات اواجل یی روسته شی نو خپلوانو سره دی خپلوی کوي شرحه : پورته حدیث شریف کی خپلوانو سره دخپلوۍ حکم شوی .کورنۍ ته په ټولنه کی زیات ارزښت حاصل دی کورنۍ په اصل کی دانساني ټولنی لومړۍ خښته ده په همدی کلي اوښارونه جوړیږی نوکه دکورنۍدخلکوترمنځ څومره ناسته ولاړه زیاته وی په همغه اندازه به یی مینه اومحبت هم زیات وي نوځکه الله ﷻ دخپلوانو دحقونوپه پوره کولوزیات زور راوړی نژدی خپلوانو ته یی په میراث کي پوره حصه مقرر کړې اوبارباریی تلقین کړی چی خپلوانو سره مرسته کوۍ دحدیث څخه څرګندیږی چی څوک خپلوانو سره دخپلوۍ نه کولوپه وجه پّ ټولنه کی فساد پیداکیږي اوداهم څرګندیږی څوک چی خپلوانو سره خپلوي نه کوی اللهﷻ یی دخپل رحمت څخه لری کوي مسلمان باید خپلوانو لپاره هررازقربانۍ څخه ډډه ونه کړی که هغه بدسلوک وکړي نو مایوسه کیدل نه دي پکار اوهمغه شان نیکی کول پکاردي نبی کریم ﷺ ته یو کس راغی اوعرض یی وکړ چی ای دالله پیغمبره چی زماڅه خپلوان دي زه ورسره تعق ساتم خوهغوۍ یی ختموي زه ورسره نیکي کوم هغوۍ راسره بدکوي زه ورسره نرمي کوم اوهغوۍ سختي کوی نبی کریم ﷺ ورته وفرمایل که ستا خبره رښتیاوي نو وپوهیږه چي هغوۍ ګناهګاردي اوترکومی چی ته ورسره نیکی کوی الله به ستا مرسته کوي دپورته حدیث څخه څرګنده شوه چی خپلوانوسره په خپلوۍ کولو الله تعالی خوشحالیږي دخرڅ کونکي په رزق کي فراخی راولی اوعمر کی برکت اچوي . ",درزق فراخی اوداجل روسته والی
2906,منصور,"
محمد مصطفی ﷺ دربیع الاول دمیاشتی په نهمه نیټه دفیل په کال ( هغه کال ابرهه دفیلانوسره زریعه په کعبه حمله کړي وه ځکه ورته دفیل کاا وایی )دبنی هاشموپه کورنۍ کي زیږیدلی دی چی دمولانا محمدسلیمان منصورپوري اودفلکیاتو ماهر محمود پاشادڅیړني مطابق ۲۲اپریل ۵۷۱م سره سمون خوری دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دپیدایښت سره څولویی واقعی رامنځ ته شوی دکسری دماڼۍ ۱۴کنګر ی (شاهی ماڼۍ)راوغورځیدی دمجوسیانو عبادت خانه کی هور مړشواودبحیره ساوه په غاړه کنیسی ړنګي شوی ( فقه السیرت محمدالغزالی ص ۴۶)کله چی محبوب صلی الله علیه وسلم وزیږیده نوعبدالمطلب ته یی دلمسي زیری ولیږه عبدالمطلب راغی اولمسی یی کعبی ته ویوړ هلته یی دالله شکرادا اودعایی وکړه بیایی دعربودرواج مطابق په اومه ورځ سنت کړ(ابن هشام جلد۱ص۱۵۹) دحلیمی په کور کي : دعربو خلکوبه خپل بچیان درضاعت لپارره کلیوالو علاقوته لیږل ترڅوقوي هم وی اوفصیحه عربی یاده کړي نبی کریم صلی الله علیه وسلم یی دبنی سعد قبیلی حلیمه بنت ذؤیب ته دشیدوورکولولپاره ورکړ حلیمی سره دنبی کریم صلی الله علیه وسلم برکات : حلیمه وایی رضاع لپاره دماشوم په لټه کی مکی ته راغلم ماسره می څښتن هم وو اویوه سپینه خره اویوه اوښه وه نه زماپه سینه کی شوده وو اونه اوښی یوه قطره شوده کول ټوله شپه می دخپل ماشوم (عبدالله بن حارث)دجړادلاسه خوب ونه کړ زمونږپه ډله کی نوری ښځی هم وی محمد به چی چالیده نه به یی اخسته ځکه هغه یتیم وو ماواخسته دشپی خپل تم ځای ته راغلو زماپه سینه کی دومره شوده پیداشو چی داړه ماشومان یی ماړه کړل داوښي په تیونو کی شیدی پیداشوی ملګروبه می راته ویل تاډیرمبارک ماشوم راوستی څه وخت چی خپلو کورونوته ستنیدوزماهغه کمزوری خره دټولی قافلی څخه وړاندی روانه وه بنی سعدکی شنه واښه نه وو خوزماپسونه اومیږی به دمحمد په برکت مړی راستنیدی حلیمه وایی محمد ډیرپه چټکتیالویده ددوه کلونوپه پوره کیدلومی خپلی موآمنی ته راوست خوزړه می پری نه کیده دغه وخت په مکه کی طاعون ووپه همدی بهانه می بیا ددوه کلونولپاره بنی سعد ته بوته ",دنبی کریم صلی الله علیه وسلم زیږیدنه
2907,,"
٢٧ وری ١٣٨٤ جلالزی کابل
دروان کال دډسمبرپه یویشتمه به له افغانستان څخه د ترکمنستان داوبلن گازدنل لیکي غزولو عملي کارپیل شي .
دافغانستان دمعادن اوصنایع د وزیر میرمحدصدیق په وینا داپروژه به چي له ١٩٩١ نونس سوه یونویم کال راپدیخوا خبري ورباندي کیږي لږ تر لږه په پنځوکلونوکي بشپړ او په سلوکي سل فعاله شي .دترکمنستان، افغانستان اوپاکستان ترمنځ داوبلن گازدا نل لیکه ١٦٨٠ یوزرو شپږ سوه اتیا کیلومتره اوږده ده .دچارواکوپه وینا دنل لیکي اوه سوه پنځه دیرش کیلومتره به یې دهرات فراه او کندهار په خاوره کي د سهيلي پښتونخوا مرکز کويټي ته تيريږي .په همدی اړه ځو ورځي مخکي دافغانستان دمعادن اوصنایع وزیرد پاکستان په پلازمینه اسلام ابادکی د( تاپ ) ياني ترکمنستان ،افغانستان او پاکستان ) په غونډۀ کي ګډؤن وکړ .ده کابل ته له راستنیدو وروسته وویل له پاکستاني اوترکمن سیال لوري سره ترلیدو وروسته یې د افغانستان له لاري دنل لیکي دغزیدو او له دې لاری افغانستان ته دکابو دری نیم سوه ملیونه امریکایي ډالرو د مالیې ورکولوخبره پخه کړه .پدې پروژې باندي څه باندی درې زره افغان انجنیرانواوکارگرو ته کارورکول هم په پام کي نيول شوي .افغان لوری پاکستان اوترکمنستان ته په افغانستان کی دامنیت له پلوه بشپړ ډاډ ورکړي چي دوی کولای شي دلته خپل کارپیل کړی .خوددوی ترڅنگ به زرهاوو مزدورکارانو ته هم کارونه پیدا شي اونوري خبری به یې په دوبي کي د دریوغاړو ترمنځ لسمه غونډه سپیني کړي چي اتکل شوی روان دوبی به جوړه شي .
", ډسمبر پر ١ ٢ مه به دترکمستان ګاز د نلليکي کار پيل شي
2908,,"
جلالزی کابل _ ٢٧ وری ١٣٨٤
په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي ایتلافی ځواکونوعمومي قومندان جنرال ډیویډ بارنووایي په څو راتلونکومیاشتوکي به القاعده تروریستان اومشکوک طالبان د یولړ سترو بریدونوپه کولوسره خپل فعالیتونه چټک کړي .خو دایوازي د طالبانو ماتي اوکمزوري ښکاري چي غواړي دعامه ذهنیتونو او مطبوعاتوله لاري خپل شتوالی ثابت کړي .جنرال ډیویډ بارنو دافغانستان ددولت له خوا دملي پخلایني دپروگرام پلوي وکړه ډیویدبارنو وای داسي اسنادپه لاس کی شته چی ښيي تراوسه دطالبانودرهبرۍ غړوپه شمول گڼ شمیرلوړپوړي اوټیټ پوړي کسان له دې پروگرام سره یوځای شویدي .په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي کابواتلس زره امریکایي اوایتلافي ځواکونه فعالیت کوي .دافغانستان پاکستان ترمنځ دالقاعده دتروریستي شبکې فعالیت هغه مسله ده ددواړو غاړودولتونه یې په وړاندي مبارزه کوي .په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي ایتلافي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډبارنو وایي تیره اونۍ یې دتاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره دتاجکستان اوافغانستان ترمنځ په گډه پوله په شته ستونزو لکه امنیتي مسایل اودمخدروموادو قاچاق خبري کړي .جنرال بارنو وویل راتلونکې اونۍ به په عین مسله دپاکستان له ولسمشر جنرال پرویزمشرف سره یاده کړی .
",دطالبانو او القاعده د سترو بريدونو وړاندوينه
2909,,"
٢٧ د وری ١٣٨٤
نن د ايران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د خپلې خوښې د ستنېدلو پروګرام په هغه هيواد کې د ثبت اوراجسټر د يولسو مرکزونو په پرانيستلو سره پېل شو.
د ايران د کورنيو چارو په وزارت کې د بهرنيو اتباعو د څانګې مشر احمد حسيني وای چې ايران ، افغانستان او د ملګرو ملتونودکډوالۍ څانګې موافقه کړی ده چې د ١٣٨٤ کال په اوږدو کې به تر شپږسوه زرو پورې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته واستول شي.
",د ايران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدلو پروګرام
2910,,"
٢٧ د وری ١٣٨٤ ",د کندهار په ښار کې دوه ورځنې سيمينار پېل شو
2911,,"
مينه
دا چې دزړې اراکوزې او نوي وياړمن کندهار په مورنۍ غيږه کې مو د افغاني فرهنګ ددوو وتليو څېرو، ښاغلي پسرلي او ښاغلي صميم يادغونډې جوړې کړي له خوښۍ څخه دپرديسۍ په جامو کې نه ځاييږم٠
لوی خدای ""ج"" دې دوی ژوندي او دوطن هر زلمی پسرلی او صميم کړي٠
که دزدکړې په متره د وران خوګران افغانستان دچوپړ دهيلو ډيوه ګۍ راسره نه وای له ستاسو ملګر يو او داسې مجلسونو څخه دلرېتابه تيارو به دژوند دوهۍ راسړه کړې وای٠
که سلا م مې در ورسيده، نو په والېک يې ما هم ونازوئ ٠
پلرني کندهار
او تاسو ته يو ځل بيا مينه او نيکمرغي!
ستاسو لېوال
مر يلند پوهنتون - امريکه ",زما د ګراني پښتو خواخوږو وروڼو !
2912,غفور لېوال - امريکا,"
پوښتنه :
""ايا دومره لويه بښنه هم شته ، چې جګړه ما ران هم وبښي ؟""
نه پوهيږم
دنيا يو بل توپان په سر اخيستې
بيادديوانوپه سرونو کې چينجي ښورېږي
اوبشر يت په خپله سپينه ټنډه ﻻهم دجګړې داغ لري
دانسانيت دپيدايښت له ورځې
زموږ تار يخ د دوو سترو ګناهونو په دوزخ کې سوځي
يو ""غلامي"" او بل ""جګړه "" او وژل
خدای ""ج"" دانسان د بدمرغيو توق ددغو شيطانانو پهﻻسو کې ايښی
د ""غلامۍ"" شيطان دعدل بوړبوکۍ کې مړ شو
خو "" جګړه ""
_اخ خدای ""ج"" دې پرې مور بوره کړي _
ﻻهم دستر بابا ادم داوﻻدې شرم دی
دنيا يو بل توپان په سر اخيستې
قيامت به راشي خو حيران يم چې زموږ غاړې به
دجګړه مارو تر ګناه ﻻندې کږې تر خدايه څنګه ورځي ؟!!
١٣٨٤وری٢٦
مريلند پوهنتون
امر يکه ",... چي جګړه ماران وبخښي ؟
2913,استاد قریب الرحمن سعید (ناروې),"
استاد قریب الرحمن سعید (ناروې) ٢٨ وری ١٣٨٤
اوسلو پوهنتون د ټولنيز اقتصاد عالي انستيتوت
دویمه برخه
د هیواد د محصولاتو نوی قانون
د محصولاتو قانون چي په غربي نړۍ کي د ټیکس په نوم یا دیږي د یوه هیواد د اقتصادد ژوندي ساتلو او د هغه هیواد د اقتصادي پر مختګ له پاره بنسټیز حیثیت لري . هیڅ هیواد د محصول او ټیکس اخستلو پرته په خپلو پښو نه شي دریدلای ، ان تر دې چي د هیوادونو کلنۍ بو دیجې او د هیوادوالو له پاره د اړینو اړیتاو د پوره کولو له پاره دولتونه د همدې محصولاتو د په نظر کي نیولو په اساس قدم پورته کوي .
دغه محصولات په هر هیواد کي د هغه هیواد د کورنيو تو لیداتو او بهرني تجارت پوري اړوند وي که چیري د یوه هیواد کورني تولیدات ډیرښت مومي نو د هغه هیواد صادراتي توکي بهرنیو هیوادو ته کال په کال زیا تیږي او تر څنګ یې په خپله په هیواد کي پانګه ډیرښت مومي او د پانګي ډیر ښت په تو لیداتو باندي نور هم ښه اغیز کوي او په دې تر تیب دولت هم پر تولیداتو باندي ولاړ داسي اندزه محصول لګوي چي د هغې د کورنيو تولیداتو په صادراتو باندي کوم ځانګړی اغیز و نکړي او ددې هیوا د تولیدات په نړيوالو مارکیټونو کي در قابت او سیالۍ نه و نه غورزوي . همدا راز دولتونه د صادراتو تر څنګ وارداتو ته هم اړتیا لري چي د خپلو هیوادوالو د ورځنیو اړتیاو د پوره کولو په خاطر هغه مواد چي په هیواد کي نه تولیدیږي او یا لږ تو لیدیږي د بهر څخه را واردکړي خو په دغه ډول وارداتو باندي درې ډوله محصول لګیدای شي .
لمړی هغه شیان چي د هیوادوالو د ورځینیو اړتیاو له پاره واردیږي او په خپل هیواد کي یې تولید یا خو بلکل نه وي او یا داچي کورني تولیدات د خلکو ورځیني اړتیاوي نه پوره کوي نو د هیواد د کونیو تو لیداتو د ارزښت د په نظر کی نیولو په اساس دومره محصول په بهرنيو وارد شوو توکو کیښول شي چيي نه خو خپل داخلي تو لیدات دهغې توکو تر اغیز لاندي راوړي او نه خلک د یوه مشروع متبادل تو لید څخه بې برخي کړل شی .
که چیری کورني تولیدات د هغه هیواد د خلکو د اړتیاو د پوره کولو له پاره بسنه کوي نو بیا دولت مکلف دی چي د پروټیکشنیزم یا خو ندي ساتلو د پالیسۍ څخه کار واخلي او دداسي بهرنیو توکو د را واردیدو په وخت کي دومره محصول و لګوي چي کورني تو لیدات یې د اغیز څخه پاک پا ته شي یعنی د هماغه جنس قیمت چي د بهر نه را واردیږي د کورني تولید د جنس په مقابل کي باید پورته وي خو د رقابت مسله هم باید د تولیدونکو کارځایو او بهرنيو تولیداتو تر منځ هم په نظر کي و نیول شی . که چیري کورني تو لیدات د کیفیت او کمیت له اړخه د بیروني تو لیداتو رقابت و کولای شي نو په هغه صورت کي به عام ولس د بهرنيو تولیداتو په پر تله کورني تولیداتو ته تر جیح ورکوي او صنعت به وده مومي . او د صنعت د ودي سره یو ځای دولت ته د محصولاتو یو ځانګړی رقم په لاس ورځي چي د عام ولس په رفاهی کارونو کي ترې کار اخستلای شي .
دویم ډول هغه بهرني تولیدات دي چي اصلاً د عام ولس د ګټو سره یا خو بلکل سرو کار نلري او که ویې لري هم نو ډیر کم به وي چي په دې ډله کي زیات شمیر شیان شامل کیدای شي . د نمونې په تو ګه د لو کسو موټرو ، ویډیو او تلو یزونو نو ، د ښځو د سنګار وسایل ، سګرت او د څکلو اړوند ه هر ډول مشروبات او .........
په ځینو غربي هیوادونو کي او ان تر دې چي زمونږ په ګاونډي هیواد پا کستا ن کي هم د لو کسو موټرو په واردولو باندي ډیر زیات محصول دولت تر لاسه کوي . دغه محصول په ځینو غربي هیوادونو کي دری سوه او پنځّه سوه په سلو پوري رسیږي همدا رازد سګرټو محصول هم په ځینو غربي هیوادونو کي لکه نارو ې نژدې سل په سلو کی اخستل کیږي تر څنګ یې د بهر څخه د وارد شوو مشرو باتو محصول هم په سلو کي ددوه سوو څخه نیولې تر لوړه کچي پوري رسیږي .
خو بر عکس هغه څه چي د ولس ورځینۍ اړتیاوي پوره کوي او هغه د خپل هیوا دد تو لیداتو په واسطه نه شي پوره کولای نو بیا یې د ازاد مارکیټ د رقابت له لاري په کم قیمت خلکو ته ورسوي او په ځینو و ختو نو کي دولت په دې خاطر چي د انفلاسیو ن مخنیوی یې کړی وي د انحصاري پالیسۍ څخه کار اخلي او د ځینو وارداتي تو کو څخه که له یوه اړخه محصول اخلي خو له بله اړخه سبسیډي ورکوي او بیرته قیمتونه را غورزوي .
ددې تر څنګ دولتونه په لاسته راوړو پانګو [ اِنکم ] او معاش او یا جایدادونو باندي هم محصول لګوي خو دا هر څه تر خپلو پولوپوري را نغښتي وي . کم پانګوال وګړي د محصول څخه معاف دي خو په دې شرط چي حساب یې ددولت سره پا ک وي نور هرڅومره چي معاش ډیر ښت مومي په همغه اندازه ورسره محصول هم زیاتیږي او ان تردې چي د ډیر پورته معاش خاوندان د خپل معاش په سلو کی ۵۶ بیرته دولت ته د محصول تر نامه لاندي ورکووي . او دا کار دوی پخپله نه کوي بلکه د معاشونو ویش ټول د بانکي سیستم له لاري کیږي او بانکونه پخپله دغه حساب کتاب تصفیه کوي او هر چاته د هغه حق د هغه بانک اکاونټ نمبر ته ورلیږي . او په همدې تر تیب په ذ اتي جایدادونو او ملکیتو باندي چي د خپلو اړتیاو څخه یې زیات وي باید ځانګړی محصول هر کال دولت ته تحویل کړي او دغه کار زمونږ په ګاونډي هیوا دکي هم صورت نیسي ، هلته هر څوک چي د پنځه مرلو څخه زیاته ودانۍ ولري باید دولت ته محصول ورکړي.
نو که دا مقدمه را لنډه کړو او د خپل هیواد محصولاتي نوی نظام ته نظر و کړو نه په ډاګه ده دولت حق لري محصول وضع کړي او د خپلي بود جې کمښت د محصول له لاري تا مین کړي . همدا اوس چي دولت کومه بود جه د ماليي د وزارت لخوا اعلان شوې نو نژدې ۶۵۰ میلیونه ډالرو څخه یوا ځي درې سوه میلیونه ډالر ددولت د سرحدي محصولاتو څخه پوره کیږي او پا ته یې د امریکا او نوري نړۍ په اقتصادي کومکونو پوري اړونده شوې . که څه هم په دې هکله به مخکینۍ وعدې مو جودي وې خو تر څو به هیواد په نور و باندي تکیه کوي او د ماليي د وزیر لاس به نورو هیوادو ته د بسپنی په خاطر و رغزیدلی وي. خو محصول باید څنګه او په څه ډول واخستل شي . ځکه چي هیواد د یوه ستر ۲۵ کلن اړو دوړ څخه نوی نوی راوتلی او دغه اړو دوړ لا تر اوسه پوري په یوه شکل نه یوه شکل باندي جر یان لري . د طبیعي افاتو ، بارانو زلزلو او وچ کالیو تر څنګ رقیب ګرو پونه هم نه پر یږدي نظا م پر خپلو پخښو و دریږي . ځیني و لایتونه لا خو تر اوسه پوري د پر مختګ هسي خیال هم نه شيکولای . د نظا م مخا لفین په سنګر کي دي او هر وخت یې چي تر لاسه کیږي نو سړ ک په تیږ و ولي . ګاونډیان هم له بده مر غه د دوه مخۍ نه کار اخلي [ غل ته وای چی ورځه پر ي او کو ربه ته وایی چی کور دی ساته ]. نو که چیری سیاست ته ولاړ نه شم او همدغه موضو ع را وسپړم نو باید دا په ډاګه کړم چي .
دولت باید کورني تو لیداتو ته د ودي او نمو زمینه برابره کړي، افغاني او بیروني پانګه وال دې ته و ګماري چي په افغانستان کي پانګه وا چوي . تر څنګ یې کورني تو لیدات تر یوې مودي پوري د ټیکس او محصول څخه خوندي و ساتي او د کورنيو تو لیداتو د خو ندي سا تلو او د هغو د نمو په خاطر د هغو په رقیبو بیروني تو لیداتو باندي لوړ محصو و لګو ي . همدا راز د کورنیو تو لیداتو د نور هم ډیر ښت په خاطر تکنو لژي او تخنیکي الات را وارد کړي دغه وسا یل دې تر یوه وخته پوري د هر ډول ټیکس او محصول څخه پا ک وي د فابریکو د جو ړونکو له پاره دي ځانګړي صنعتی پارکونه تر تیب شي او په هغوکي د کار وړ خلک و ګمار ل شي .
ددې تر څنګ با ید د افغانۍ په ازښت باندي له سره نظر و کړل شي د افغانۍ دغه اوسنی ارزښت ډیر لوړ دی او ددې د لوړتیا په اساس د هیواد کورنی صنعت دو دي او نمو څخه لو یږي . د بله اړخه څرنګه چي د افغانۍ ارزښت د افغانستا ن بانک لخوا ټا کل کیږي نو په دې اساس مرکزي بانک باید هره میاشت په میلینو ډالر بازار ته عر ضه کړي تر څو د افغانیو د تورم څخه مخنیوی و شي او ارزښت یې پر خپل ځای پا ته شي . دا کار که څه هم د مهمو اقتصادي پا لیسیو څخه ګڼل کیږي خو د افغانستان په څیر نوی را ټو کیدلی صنعت او اقتصاد له پاره ډیر زیانمن ثٍا بیتیږي. ددې د زیان څو عوامل دي .
لمړی ، دا چي هر ه میاشت په میلینو ډالر یوازي د افغانۍ د ارزښت د ثابت پاته کیدو له پاره بازار ته عر ضه کول پخپله په و ټیزه تو ګه زیانمن کار دی که حساب و کړل شي نو د افغانستان بانک هغه احصایه چي په دې تیرو څلورو کا لو کي یې د افغانۍ د ارزښت له پاره مصرف کړې په سلونو میلیونو ډا لرو ته رسیږي او ددې سرمایې په وا سطه دولت کو لای شو چي یا په رفاهی کارونو کي ترې ګټه پورته کړي او یا دا چي د صنعت او کورنيو تو لیداتو د ډیرښت له پاره ترې کار واخلي .
دویم داچي د کرنسۍ د ارزښت د ثا بت پاته کیدو توان هیڅ یو دولت هم نلري دنمو نې په تو ګه د امریکا ډالر ووینئ . امریکایانو د خپل صنعت د ودي له پاره د ډالر ارزښت را کم کړ تر څو تو لیدات یې په بهرنيو مارکیټونو کي رقابت و کولای شي ان تر دې چي د ډالر ارزښت دومره را پر یوت چي نژدې و د بهر نۍ نړۍ باور د لاسه ورکړي او ځای یې ایرو [ د اروپایي هیوادونو ګډه کرنسي ] و نیسي خو امریکایي اقتصاد پو هانو د ډالر ارزښت د ډالر د اخستو او بیرته پلورلو په واسطه ترسره نکړ . امریکا په دې هکله ګټه هم و کړه او تاوان هم . ګټه یې دواه چي خپل کورني تو لیدا ت یې د کم ډالر په واسطه ټولي نړی ته په ارزانه قیمت ور ورسول او په مقابل کي یې د واراتو قیمتونه پورته یو ړل په دې اساس امریکا یان مجبور شو چي د بهر نیو مصنو عاتو پر ځای خپلو کو رنیو مصنو عاتو ته تو جه و کړي. ددغه عمل په واسطه د یوې احصا یې له مخی د امریکا په داخلي تو لیداتو کي در ې په سلو کي ډیر ښت را غی . دغه ډیر ښت ددې سبب و ګرځید چي ډیر خلک کارونه پیدا کړي ، او بې کاري را کمه کړل شي . تاوان یې په دې وکړ چي بهرنۍ نړۍ او په ځانګړې تو ګه د تیلو تو لیدونکو هیوادونو ډ الر د اخستلو پر ځای د ایرو اخستل پیل کړل او په د ې تر تیب د ډالر تورم زیات شو او دولت مجبور شو چي ربحه زیاته کړي تر څو ډالر بیر ته د استحکام لوري ته ولاړشي .
او س که د نوري نړۍ پر ځای خپل ګاونډیو هیوادو ته لکه پاکستان او ایران نظر وا چوو نوګورو چي دغه دواړه هیوادونه په چټکه توګه پر مخ روان دي د پاکستان کلني تو لیدات نژدې ۶ په سلو کي زیا تیږي او اقتصاديې غو ړیږي . ایران که څه هم د تیلو تو لیدونکی هیواد دی خو په صنعتي تو ګه هم نن په نړۍکي د سیالانو سیال دی او د افغانستان صنعت او اقتصاد که مونږ و غواړو او که نه، د همدې دواړو هیوادونو د مستقیم اغیز لاندي دی . نو په داسي حال کي چي یو شمیر افغانان به پدې خو ښ وي چي افغانۍ د کلداري او یا تومن په مقابل کی پورته د ه خو په اقتصادي لحاظ دا د هغوی د صنعت د پر مختګ او د زمونږ د خپل صنعت د سقوط له پاره بهتر ینه ذ ریعه ده . د هغې علت دادی چي د کلداري او تومن قیمت په بین المللی مارکیټ کي د هغوی د صنعتي او اقتصادي ودي په اساس ټا کل کیږي د هغوی صنعتي مواد چي افغانستان ته واردیږي نو د افغانۍ د لوړ قیمت په اساس دافغانستان دداخلي صنعت په مقابل کي ارزانه تما میږي او خلک هم هڅه کوي چي هم ارزانه او ښه څیز تر لاسه کړي همدا راز د تومن خبره هم ده ،زما په یا د دي چي یو وخت په افغانستان کي د اورلګيت ( ګو ګردو) تو لیدات پیل شول کله چي پا کستان و لیده چي په افغا نستان کي اورلګيت تو لیدیږي نو د خپلو اورلګيتونو محصول یې ختم کړ او قیمت یې نیما یي ته را و غورزاوه عام ولس چه په بازار کي پا کستانی ارزانه اورلګيت کتل نو د خپلو تو لیداتو پر ځای یې هغه بهرني تولیدات را نیول . دولت هم د تحفظ یا خوندی توب پالیسي نه شوه کارولای ځکه چي د قبا یلي سیمو ټولي لاري د قاچا قبرانو پر مخ خلاصي وې اود ګلبهار د نساجي فا بریکه هم د همداسي برخه لیک سره مخ شوه چي د پا کستاني او ایراني تو لیداتو د ا غیز مقابله یې و نه شوه کو لای.. نو په داسي حال کي چي افغانۍ هیڅ ډول ځواکمن صنعت تر شا و نلري ، ارزښت یې دومره لوړ سا تل د افغانستان د کو رنیو تو لیداتو له پاره ډیر بد اغیز لري په دې اساس په دې لړ کي با ید د نورو لارو نه ګټه پورته کړل شي . د کرنسۍ ا رزښت د سا تلو له پاره نوري لاري هم شته چي کیدای شي هم د میلیونو ډالرو د بې ځایه لګښتونو څخه صرف نظر و کړل شي او هم افغا نۍ په طبیعی تو ګه خپل ارزښت را پورته کړي
که ددې څیړنی څخه تیر شو او بیرته د محصو لاتو د قانون په لو ر را شو نو زه د غه څو شیان و ړاندی کوم.
دولت باید.
_ د محصولاتو ټول کا ر ځایونه که په سر حداتو کي وي او که په دا خل کی نیغ په نیغه د مالیی د وزارت تر کنترول لاندي راوړي او د ولایاتو اجاره داري پر ې و رختمه کړل شي
_ د کورنیو تو لیداتو په هکله دي د خو ندي پاته کیدو یا پروټیکشنیزم پالیسي خپله کړي او په بهرنیو داسي تو لیداتو چي هغه د مملکت کورني تو لیدات تر اغیز لاندي راوړي څو برابره محصول و لګول شي تر څو کورني مصنو عات و ده و مو مي
_ د افغانۍ د قیمت او ارزښت په هکله دي له سره نظر و کړل شي
_ د ور ځنیو اړتیاو وړ مواد دي که په خپله هیواد کي نه تو لیدیږي په ډیر کم محصول وارد کړي تر څو عام و لس ته د ګټی او رفاه سبب و ګرزي .
_ په مو ټرو او هر ډول لو کسو وسا یلو چي د عام ولس د ښیګڼی سبب نه ګر ځی دروند محصول و لګول شي او دغه سکتور دي تر یوه وخته پور همداسي دروند پا ته شي .
_ دغه پالیسي دي ددیپلو ماتانو پرته په ټو لو نا دولتي مو سسو هم عملي کړل شي او د هغوی ټول وسا یل دي د همداسي دروند محصول لاندي را وستل شي .
_ پانګه دي په عا دلانه تو ګه د یوه مرکزي سیستم لاندي د خلکو د تعلیمي او کاري وړتیا او استعداد په اندازه وویشل شي .
_ که څه هم د الکولي مشرو باتو راوړل د افغانستان په څیر اسلامی هیواد ته حرام دي خو که دیپلو ماتان یا بهرني عسکر و له پاره را واردیږي نو ددروند محصول لاندي دي را وړل شي
_ په سګرټو اود ښځو د سینګار او نورو غیری اړوندو شیانو دي دروند محصول و لګول شي
_ دمالیی د وزارت تر سر پرستۍ لاندي دي د پوه کارکونکو داسي اداره جوړه کړل شي چي د ورځنیو اړتیاو ټول قیمتونه کنترول اود عام ولس درفاه له پاره د اسانتیاو د برابرولو درنده دنده په غاړه و لري.
ددې ليکني د لومړۍ برخي لوستلو لپاره داځای کښېکاږئ
",د هیوادد اقتصادي څرنګوالي په هکله یوه لنډه شننه ( دوهمه برخه )
2914,,"
کابل ٢٧ وری
په راتلونکو څلورومیاشتوکي به دکابل ښار دنارینه و د توقیف ځايونو د کوټو، دابو او بریښناسیستم او دڅارني برجونه له سره جوړشي .
اوټول ټال یوسلوڅلوراتیازره امریکایي ډالره به ورباندي ولگول شي .
له بلي خوا په افغانستان کي دزندانونودحالت دښه کولودنړیوالوهڅو په پایله کي دچهارشنبې په ورځ په کابل کي دڅرخي پله دزندان دبیارغوني کارهم پیل شو.
دکابل دڅرخي پل زندان بنسټ دمحمدظاهرشاه په دوره کي ایښودل سوی او په د یارلس سوه شپږ پنځوسم لمریزکال کي پرانستل شو، په افغانستان کي دجگړې اوږده کلونه ډیر افغانان پکښي ترې تم شول چي اوس ددې زندان هر هډ ،گوډ بیارغوني ته اړتیا لري .
دملگروملتونو دسازمان په چوکاټ کي دنشيي موادواوجرمونودمخنیوي اداره یا اين او ډي سي به په دې کار لس ملیونه امریکایي ډالره ولگوي چي شپږ ملیونه یې دایټالیاددولت له خواورکول کیږي .
ددې ادارې دراپورله مخي دڅرخي پله دبیا رغوني کاربه په راتلونکو دوو میاشتوکي بشپړشي .
اودبیارغوني دالړۍ به دولایاتوزندانونوته هم وغزول شي .
یو،ان ،او ،دي ،سي په پام کي لري چي په څرخي پله کي دبندیانولپاره د بدني روزني اوسپورټ ځایونه ،حمامونه او له کورنیوسره دلیدوکتوجلا جلا خوني جوړي کړي .
دڅرخي پله دزندان دبیارغوني لپاره دایټالیادولت کابو یوسل اونوي زره امریکایي ډالره مرسته کړې چي اویازره یې د زندان دلومړي بلاک اوپاتي به یې ددوهم بلاک په رغولو ولگیږي .
له نشي موادواوجرایموسره دملگروملتونو دا ادره په افغانستان کي له دیارلس دواتیایم کال راپه دې خوا فعالیت کوي .
دوی د زندانونو دحالت د انساني کولو لپاره د زندانونو داداروکار کو نکو ته له بندیانو سره د نړیو الو معیارونو له مخي اخلاقي چلند هم ورزده کوي .
دبگرام اوکندهار په دوسترو زندانونو چي دایتلاف دځواکونو په واک اود څرخي پله له محبس سره په افغانستان کي اته واړه غټ زندانونه موجود دي .
خوپدې سربیره د سمیزو قومندانانو او زور واکو ترلاس لاندي د لس هاو زندانونو دشتون خبره هم اټکل کیږي .
دملگروملتونوبیلابیلي ادارې چي دبشري حقونودخوندي کیدو لپاره کارکوي بیا بیا په افغاني زندانونو کي دبندیانو له خراب حالت څخه اندېښنه څرگندوي او د ورتگ او جاج اخیستني غوښتني یې کوي .
په افغاني توقیف ځایونوکي دبندیانو ناوړه حالت د هغوی وهل کوټل کیدل اوږدې مودې او غیرقانوني ډول په بندکي ساتل کیدل ، دخوراک اوڅښاک ناوړه حالت د روغتیایي اسانتیاوونه شتون او په ځیني برخو کي په هغوی باندي جنسي تیری هغه څه دي چي دبشري حقونو څارډلي یې له نړیوالو نورمونو څخه سر غړونه بولي .
",د کابل زندانونو دبرېښنا او اوبوچاري له سره جوړيږي
2915,غفور لېوال -واشنګتن دي سي,"
غزل
جانانه څوک چيرې هم داسې ناروا نه کوي
چې زړه کې ناست وي خو پروا دزړه واﻻ نه کوي
دومره ډير فرق دی ستادسترګو اودخلکو ترمنځ
خبرې ټول کوي خو هېڅوک يې ادا نه کوي
چې ته راونه ګورې روح به مې ځان څه وويني
چې تصوير نه وي ائينه چا ته خندا نه کوي
اخر به زموږ زړونه دخدایج حسن په خوب وويني
دغه مين ماشومان هېڅکله ګناه نه کوي
وايي مرګ سخت دی روح له تنه جدا کيږي
مادوطن بيلتون ليدلی هېڅ پروا نه کوي
٢٨وری١٣٨٤
",مادوطن بيلتون ليدلی . . .
2916,صالح محمد صالح,"
د استاد محمد صديق پسرلي او استاد محمد اصف صميم په وياړ څېړنغونډي
د بېنواځانګړی ګزارش + کندهار
د جمعې په ورځ مېلمانه له کابل څخه راروان وو، چې بايد هرکلى يې شوى واى. د کندهار ليکوالان د مېلمنو د درناوي او مېلمه پالنې له مخې له کندهار څخه ډېر ليرې د اخوند صاحب زيارت ته نژدې د مېلمنو مخې ته وتلي وو، د مېلمنو په غاړو کې يې ګلونه واچول بيا په ګډه د يوه لوى کاروان په څېر، چې د پوليسو يو موټر ورته لار پرانيستله، د کندهار پر لوري روان شول. ماښام رانژدې شوى و، چې کاروان کندهار ته ورسېد، لومړى د کندهار پوهنتون سيمې ته لاړل، د علامه رشاد بابا قبر ته راکښته شول او هلته يې د هغه اروا ته دعا وکړه. د ماښام لمونځ يې هم هورې وکړ. بيا دا ټول مېلمانه ميوند هوټل ته بوتلل شول، چې شمېر يې تر ١٢٠ رسېده.
پر سبا يې چې د شنبې ورځ وه، مېلمنو د سهار له اتو بجو څخه تاريخي ځايونه لکه: خرقه مبارکه، د احمدشاه بابا زيارت، د ميرويس نيکه زيارت، بابا صاحب او داسې نور ځايونه وليدل. چې د غرمې تر ډوډۍ وروسته غونډه د کندهار د نوي ښار (خوشبخت سالون کې) پر ٣ بجو او ٢٠ دقيقود قاري رحماني په تلاوت سره پيل شوه، چې ويندويان يې صالح محمد صالح او عزت الله پېژاند وو، دلته د ګډونوالو شمېر د ٢٠٠ په شا و خوا کې و.
غونډه په دې الفاظو سره پيل شوه:
’نن کندهار وياړي چې په خپله پرتمينه او وياړمنه غېږ کې د يوه داسې شخصيت لمانځنه کوي، چې د معاصر ادب په غزليزه شاعرۍ کې سرلارى دى. داسې يو شاعر چې نوم به يې د پښتو ادبياتو په تاريخ کې د تل لپاره يادېږي.
کندهار نن د يوې داسې درنې څېرې لمانځنه کوي، چې زيات خلک يې ادبپاله کورنۍ، د ستر خوشال بابا له کاله سره تشبېه کوي.
او بيا هم کندهار نن د يوه درانه استاد، د استادانو استاد، زموږ د درانه او برکتناک استاد، محمد صديق پسرلي لمانځنه کوي. دا دى په ژوندوني يې لمانځي او د خوشال بابا دا ګيله هم ختموي چې ويلي يې وو:
’پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم‘.
په دې هيله چې نن مو د لرغوني کندهار د ځينو تاريخي ځايونو له ليدنې خوند اخيستى او د خپلو ملي مشرانو د انساني عظمت او برم ننداره مو له نژدې څخه کړې وي، نننۍ څېړنغونډه پيلوو‘.
مشر - پوهاند سيال کاکړ او مشران مېلمانه: اصف صميم، عارف غروال او حبيب الله رفېع وټاکل شول، چې دوى د دريځ مخې ته راغلل او پر خپلو ځانګړو څوکيو کښېناستل.
په کندهار کې د ايينې فرهنګي دفتر مشر غوث الدين فروتن ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه. وروسته د کندهار ولايت والي ښاغلي ګل اغا شېرزي د کرزي پيغام ولوست او خپله وينا يې واوروله. بيا يې د تالار د ټولو لګښتونو لپاره سينه وډبوله چې دى به يې ورکوي. تر دې وروسته يې استاد صميم او استاد پسرلي ته چپنې ورکړې. بيا د ګل زمان په ږغ کې ملي ترانه وويل شوه چې ټول برخوال يې په درناوي له ځايونو اوچت شول.
د ولايت په استازيتوب ډاکټر همايون خبرې وکړې، وروسته عبدالحميد ترابي د علامه رشادبابا بهير- کندهار څانګې پيغام ولوست.
استاد رفېع د پسرلي صاحب پر شاعرۍ ليکنه ولوسته. وروسته يوه جاپاني شخص تاکورو فوجي په پښتو خبرې وکړې، د پښتو ژبې ستاينه يې وکړه او ويې ويل چې له پښتو سره ځانګړې مينه لري، چې په جاپان کې يې دا ژبه زده کړې ده او اوس چې په کندهار کې دنده ترسره کوي، نو په پوره توګه کولاى شي چې په پښتو خبرې وکړي او د خلکو په پښتو خبرو پوهېږي.
وروسته وار شاعرې او ليکوالې صفيې صديقي ته ورسېد، هغې هم په تفصيل سره خبرې وکړې. په کندهار کې يې د دې ډول غونډو پر اړتيا رڼا واچوله او دا کار يې وستايه. وروسته ډاکټر محمد اکبر اکبر خبرې وکړې، ځينې يادښتونه يې اخيستې وو چې د هغو له مخې يې خپله وينا واوروله.
بيا د څلوېښتو دقيقو لپاره د استاد ګل زمان له خوا د موسيقۍ برخه پرمخ بېول شوه، چې د غونډې مينه وال يې ډېر تازه کړل او ځوانانو ښه ډېر مست اتڼ هم ورسره وکړ.
دغې غونډې ته ګڼ پيغامونه هم رارسېدلي وو، چې يوازې يې يادونه وشوه او د وخت د کموالي له کبله ټول ونه لوستل شول. بيا د استاد محمد صديق پسرلي په نامه يوه جوړه شوې ويبپاڼه په رسمي توګه اعلان شوه، چې مينه والو دا کار ډېر وستايه. د ايينې دفتر د استاد محمد صديق پسرلي دوه کتابونه د لمر کجاوه او زهره چاپ کړي وو، چې هلته په غونډه کې د افغان قرطاسيه او کتابپلورنځي له خوا په جوړ شوي نندارتون کې پلورل کېدله.
بيا پير محمد کاروان د پسرلي صاحب پر شاعرۍ ليکنه ولوسته. تر هغه وروسته د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د خپل اژانس له خوا ډالۍ استاد صميم او استاد پسرلي ته وسپارله، چې په ده پسې د خوست او پکتيا د واليانو ډالۍ ګانې هم د عارف غروال له خوا استاد پسرلي او استاد صميم ته وسپارل شوې. ذبيح الله احساس د استاد پسرلي يو شعر په ترنم کې ووايه.
تر دې ترنم وروسته لطف الله مشعل د استاد پر شاعرۍ خپله ليکل شوې ليکنه ولوسته. دلته د مازيګر لمانځه ته وقفه راغله، چې برخوال د لمانځه لپاره ووتل او کله چې راستانه شول، نو ډاکټر پالوال خبرې وکړې او خپله ليکنه يې ولوستله. څرنګه چې مېلمانه او برخوال ډېر ستړي وو، له دې کبله غونډه وختي پايته ورسول شوه. خو تر هغه لومړى مشر مېلمه سيال کاکړ خبرې وکړې، چې د استاد د شخصيت ستاينه يې وکړه، تر ده وروسته استاد محمد اصف صميم او په خپله استاد محمد صديق پسرلي د غونډې په باب خبرې وکړې. د غونډې د پاى په شېبو کې د کندهار نندارې له خوا يوه ننداره هم وړاندې شوه، چې برخوال يې ډېر وخندول.
غونډه د شپې ٩ بجې پايته ورسېده. چې په همدې سالون کې تر ډوډۍ خوړلو وروسته مېلمانه شپه غالي (ليليې) ته انتقال شول.
د ميلمنو د ښه راغلاست لپاره پر سړکونو ځيني شعارونه
د کندهار فرهنګپال ځوانان ومېلمنو ته د ښه راغلاست په موخه مخي ته وروتلي وه
مېلمانه کندهار ښار ته د رارسېدو وروسته
استاد محمد صديق پسرلي ته ښه راغلاست وايي
د مېلمنو څخه استاد حبيب الله رفيع
د علامه رشاد بابا پر مزار راټول شوي افغان فرهنګپال
راغلي مېلمانه لومړی د علامه بابا مزار ته د زيارت لپاره لاړل
راغلي مېلمانه د علامه رشادبابا ارواح ته دعا ليږي
استاد محمد اصف صميم او استاد محمد صديق پسرلی په کندهار کي د خبريالانو سره
راغلي مېلمانه د علامه بابا د زيارت څخه د ستنېدو په حال کښي
استاد محمد اصف صميم د استاد محمدصديق پسرلی پر شخصيت ړنا اچوي
پوهاند سيال کاکړ او استاد محمد صديق پسرلی
استاد محمد صديق پسرلی او محمد عارف غروال ",د استاد محمد صديق پسرلي او استاد محمد اصف صميم په وياړ څېړنغونډه
2917,,"
٢٨ د وری ١٣٨٤
د افغانستان په کندهار ښار کې د امريکايې پوځيانو له اډې بهر د تيلو پنځه ټانکرونه د يو بم په چاودنه کې سوزيدلي او له منځه تللي دي.
درې تنه چلونکي چې ويل کيږي دګاونډي هيواد پاکستان دي په دغه پېښه کې ټپيان شوي دي.
افغان پوځي چارواکي واي چې دا برېد شکمنو طالبانو تر سره کړی دی. ",په کندهار کې د تېلو پنځه ټانکرې په بم کې والوتلې
2918,,"
٢٨ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د روغتيا وزارت د راتلونکي سې شنبې په ورځ د ايوډېن لرونکي مالګې د کارولو لپاره پراخ هڅونکې کمپاين پيلوي.
د همدې وزارت د چارواکو په وينا په افغانستان کې په سلو کې تر پنځلسو لږ ي کورنۍ له ايوډېن لرونکي مالګې څخه کار اخلي.
د دوې په وينا د ايوډېن نشتوالې په افغانستان کې د ماشومانو بېلا بېلې ناروغۍ لکه جاغور، زهني کمزورتيا او نيمګړې جسمي وده له ځان سره لري. ",په افغانستان کې د ايوډېن لرونکي مالګې د استعمال هڅونه
2919,,"
٢٩ وری ١٣٨٤ لمريز - کندهار
نن سهار پر شپږبجي په سهيلي حوزه کي دطالبانوراډيوپه نشراتوپيل وکړ
طالبان ادعاکوي چي دوي نن داپريل پر ١٨ سيمه يزه راډيويي خپروني پيل کړي دي .""
دطالب وياند لطيف حکمي دبينواويبپاڼي خبريال ته له نامعلوم حآي نه دتليغون پر کرښه وويل ."" دغه راډيو چي پر د١٠٠ ميګاهرز ددايف ،ايم کي کارکوي په څلورولايتونو روزګان زابل،کندهار اوهلمند کي يي اوريدونکي اوريدلي شي .""
دده په وينا په دي کي به ترانې دملامحمدعمروينا وي اوديني لارښوني خپريږي .""
نوموړي راډيو به دسهار پر ٦ بجوپيل اوپر٧ بجي به يې خپروني پای ته رسيږي اوهم به ماښام يوساعت له شپږوترواووبجوخپروني کوي
",طالبانو د FM پر څپو راډيووي خپروني پيل کړې
2920,عبدالهادي - ریشاء,"
څلورېزه
سپینه پاکه مامدي به سره وایـــــــــــــو
که پر سټېج یو مخامخ او که تر شا یو
همېشه باید د زړه خبر پر خولـــــــه وي
که دخلګو خدمتګاره په ریشتیـــــــا یو
بېګانه ګان
رنګونه بېکانه دي نیرنګونه بېګانــــــــــــــــــــه دي
چي نه سره پوهیږو خو فکرونه بېګانـــــــــــــــــه دي
سړي مو خپل سړي دي خو مغزونه یې پردي دي
چي هر ځای وي جنګونه پلانونه بېګانــــــــــــه دی
څوک تللي بل وطن ته څوک راغلي بل وطـــــــن ته
وهر چا ته دبل چا وطنونه بېګانـــــــــــــــــــــــــــه دي
روان یم د بازار په ګڼه ګوڼه کي تېرېـــــــــــــــــــــــږم
ترافیک خپل وطندار دئ خو لاسونه بېګانه دي
رڼا نسته تیاره ده دتیارې سړی مــــــــــــــعلوم دئ
دشپې چوربتۍ وال دئ سهار پلونه بېـــګانه دي
دخلګو امنیت لره ملي اوردو جــــــــــــــــــــوړېږي
فوجونه میدانونه پروازونه بېګانـــــــــــــــــــــه دي
بازۍ یې د شطرنج پر دې بساط سره اوډلــــــــــې
چالونه بېګانه حرکتونه بېګانـــــــــــــــــــــــــــــه دي
مجلس ته چي ورځم توري پر دې باندې ځړیــږي
خبري نه بیلیږي آوازونه بېګانــــــــــــــــــــــــــــــــــه دي
اکثرو میخانو کي مي نوشان شناخته خیلان وي
ساقيا نې بېګانه دي ګیلاسونه بېـــــــــــــګانه دي
داټول بېګانه توب د دېواله وشاته کیــــــــــــــــــږي
مخ تګ ته لاره نسته دېووالونه بېګانــــــــــــــه دي
په دونه کمواکي کي ریشاء څرنګه خپل ســر سي
چي واک د چا د بل سي ټول کارونه بېګانـــــه دي
کراچي
",فوجونه میدانونه پروازونه بېګانــــــه دي
2921,هلال ياسيني,"
هلال ياسيني
syasini@hotmail.com
د ملي شاعر رحمت شاه سائل شعر دی:سائله جوړ زمونږ خوبونه خپل خوبونه نه وچې تل يې اپوټه اپوټه خېژي تعبيرونه
ای وي ټي خيبر چې جوړ شو نو ټول افغانان خوښ و چې له خيره د مظلومو افغانانو ممبر هم پيدا شو او اوس به كه خير وي نړۍ ته د پښتون اواز ورسېږي. او كه نور هيڅ نه وي نو زمونږ پښتون ولس ته خو به په خپله ژبه څوك سم معلومات وړاندي كړي. دا خوبونه ډېر د نوموړي چينل د مشرانو په وعدو بنا و. ښاغلي فردوس جمال چې د دې چينل افتتاح كوله نو د په داسې حال كې چې د سترګو نه يې اوښكې روانې وې د خوشحال خټك په قلم، د احمد شاه ابدالي او ايمل ايپي په توره، او د ميرويس نيكه په پوهه او حكمت يې خپلې افتتاحيه خبرې ښايسته كړې وې. مونږ هم د خوښۍ نه اوښكې تويولې چې افغان قوم هم د نړۍ په ژبه خبرې پيل كړې. خو زمونږ خوبونه هميشه اپوټه يا سرچپه خېژي. په خيبر ټي وي چې مونږ څومره نازېدلو هومره مېړنی ثابت نشو. او هاغه لنډۍ ده:
پرېږده چې خړ سيلاب مې يوسي
په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه
تېره اونۍ يانې د اپريل په اولسمه نېټه ای وي ټي خيبر د ارباب رووف په نامه يو سندرغاړی راغوښتی و. رووف ته د ځنو سندرو كمپوز او لارښونه د خالد خان په نامه يو كس كړې وه. د سندرو او پروګرام نه داسې مالومېده چې دا دواړه ښاغلي دومره هنرمندان يا فنكاران نه دي لكه څومره چې د خپلو ملي ارزښتونو څخه بې خبره او خرڅ شوي ګڼكپان دي. زمونږ د مشهور ملي شاعر ملنګ جان د لانديني شعر ډېر سپكاوی يې كړی و.
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطندا پر مونږ ډېر ګران دی
دا پښتونستان دی
دا شعر چې ملي ترانه هم ده د دغو بې پښتو ښاغلو لخوا په ډېره سپكه طريقه كمپوز او ليدونكو ته وړاندې كړی شوه. د شعر هر د پښتونستان او افغانستان توری د پاكستان په توري بدل او په ډېره بې هنره طريقه او بد اواز په دې شكل ويل شوی و:
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطندا پر مونږ ډېر ګران دی
ښكلی پاكستان دی
په افغان ولس د پنځوسو كالو راهيسي د ده له منځه وړلو دپاره حمله پيل شوې ده. د دې حملې غړي د ډيورنډ دواړو خواو ته شته دی. په لويه جرګه كې د افغان دښمنه ډلو ټول كوښښ دا و چې په څه شكل د دې هېواد ملي كلتور او هويت له منځه يوسي. پښتو ژبه چې ملي ژبه وه د دوی د ورانكاريو او انكار په نتيجه كې خپل مليتوب له لاسه وركړ. ملي ترانه يې شاخۍ تاخۍ كړه. اول يې بيخي په پښتو نه منله او بيا يې پكې د قومونو د نومونو د يادولو غوښتنه وكړه. د نړۍ په هيڅ هيواد كې هم داسې د خندا كار نه دی شوی چې اساسي قانون په يوه ماده كې قومي تبعيض منع كړی وي او په بله ماده كې په ملي ترانه كې د قومونو نومونه يادول لازمي ګڼلي وي. خو سره له دې هم تر اوسه لا ملي ترانه نه ده منلی شوې. كله په يوه بهانه او كله په بله بهانه د ملي تراني منظوري وروسته كېږي.
د ښاغلي مخدوم رهين په مشرۍ د افغانستان د كلتور وزارت هم د دې سپكاويو مسوليت په غاړه لري. كه د دې وزارت بې غوري نه وای او د دوی په وړاندې د سبا اونيزې د حضرت احمد شاه بابا رحمت الله عليه سپكاوی نه كولی نو نن به د خيبر چينل خالد خان هم دا جرائت نه كولو.
په هر حال د ای وي ټي خيبر نه د افغانانو هيله دا وه چې دوی به افغاني كلتور ته خدمت وكړي. افغانان به دې ته وهڅوي چې د قانون احترام وكړي. نړۍ به دې ته وهڅوي چې د افغان قوم د حقوقو احترام وكړي. خو په مقابل كې د دغه ټي وي مسولينو د ټولو پښتنو په زړونو يخي اوبه توی كړې او ورته يې وويل چې دا ټول خوبونه دي. د دې په ځای چې نوموړي ټي وي افغان ولس دې ته بللي و چې د شاعرانو او ليكوالانو د فكري ملكيت احترام وكړي، ملي هويت نور هم تقويه كړي، د دې په ځای يې ورته په تحفه كې د قانون د سرغړونې او د خپلو ليكوالانو او شاعرانو د فكري ملكيت د بې احترامۍ سبق وركړ. خو لكه سايل چې وايې:
دلته علم دلته فن څه دی سائله
د احساس او د وجدان د زړګي سوی دی
زمونږ د ملي ترانې ورانول او بيا په يو بد اواز او بې ارزښته كمپوز كې وړاندې كول د ډيورنډ د شرمونكې كرښې نه اخوا په كابل كې په ملي ارزښتونو د تجاوز روښانه انځور دی. كه د سبا اونيزه د افغان په كور كې د افغانانانو د اولياو او ملي اتلانو سپكاوی كوي نو طبيعي خبره ده چې په اسلام اباد كې دغه چينل هم د شهيد ملنګ جان او د هغه د ملت سپكاوی وكړي او د هغه د ورثه ادبي حق غلا كړي. زه په كابل كې د كلتور د ساتنې د دعوه كونكو څخه دا توقع نه لرم چې د خيبر ټي وي نه به د دې جرم پوښتنه وكړي، خو خيبر ټي وي ته په كار دي چې د ټول ولس نه په ښكاره په هماغه پروګرام كې بخښنه وغواړي په كوم كې يې چې سپكاوی كړی دی. او بله غوښتنه مې دا ده چې كه خدمت نه كوۍ او ابتكار نشۍ كولی نو د سپكاوي او ادبي غلاګانو نه هم لاس واخلۍ.
زه چې چا لوټ كړم پټ به وي خو پېژندلی مې دی
كه رانه سپينې جامې اغوندي كه تورې جامې
د ملي خيانت او بې شرمي فرهنګي غلا يوه بېلګه دلته واورئ ",جوړ زمونږ خوبونه خپل خوبونه نه و
2922,,"
٣٠ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د عدليې وزارت يو چارواکی ويلي چې د افغانستان د شمال په پنځو ولايتونو کې بنديخانې او بنديان ډېر خراب حالت لري او په د تورنو کسانو په غياب کې د حکمونو د صادرولو له کبله په ځينو قاضيانو نيوکي کړي دي.
د عدليې وزارت سلاکار عبدالغفار مظفري چې د يو پلاوي سره يې د افغانستان د شمال د پنځو ولايتونو له بنديخانو کتنه کړي، د بنديانو د وضعې د ښه کيدو او د ښځو لپاره د جلا بنديخانو د جوړيدو غوښتنه کړي ده.
", دشمال په ولايتونوکې بنديان او بنديخانې ډېر خراب حالت لري
2923,,"
٣٠ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د زابل ولايت په غرنيو سېمو کې د حکومتي ځواکونو او شکمنو طالبانو تر منځ د سختو جګړو په ترڅ کې د نږدې لسو کسانو د وژل کيدو او يو شمېر نورو د ژوبلېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
ولايتي چارواکي واي چې د بهرنيو جنګياليو په ګډون يې د لسو څخه زيات کسان نيولي هم دي.
حکومتي سرچيني په جګړې کې دوي ته داوښتی تاوان په اړه پټه خوله دي.
",په زابل کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې
2924,,"
٣٠ د وری ١٣٨٤
ولسمشر حامد کرزي چې د حضرت محمد ص د پيدايښت د ورځې په درنښت يې د افغانستان د راډيو-تلويزيون په تالار کي خبرې کولې وويل، له تيرو درو کالو راهيسي په ځينو ولايتونو کي وسله والې ډلې پر سيمه يزو خلکو زورزياتى کوي .
ښاغلي کرزي دا خبري د هغه راپور په اساس کولې چې دبادغيس ولايت ته د کليو د پراختيا د وزير حنيف اتمر د سفر نه وروسته يې د وزيرانوشورا ته وړاندې کړی و، او په هغه کې يې ويلي و چې په بادغيس ولايت کې د بېلابېلو کورنيو او ټولنيزو لاملونو له امله ٥٠ ښځو ځانونو ته اور اچولې و.
ښاغلي کرزي وويل چې په يوه ولايت کى ١٥ ښځې په زوره له خپلو مړونو څخه جلاشوي او پر سيمه يزو واکمنو پلورل شوي دي.
هغه د ټولو ديني عالمانو څخه غوښتنه کړی چې د ښځو په ګټه فتواوې ورکړي او خلک دې ته وهڅوي چې د ښځو په وړاندې د زور زياتي څخه لاس واخلي.
",ښاغلي کرزي دافغان ښځو پر ناوړه حالت اندېښنه وښودله
2925,,"
٣٠ ورى، ١٣٨٤
کابل: اوولس تنه افغانان چې په کيوبا کې د ګونتنامو په امريکايي بند کې د ترهګرۍ سره د تړاو په تور نيول سوې وو نن په خوشې او په کابل کې افغان چارواکو ته وسپارل سول. دوى ته خبردارى ورکړ سوى دى چې په بند کې به له ناسم چلند نه شکايت نه کوي، خو بيا هم ځينو خبريالانو ته د امريکايي چارواکو له لوري د ناسم چلند يادونه وکړه.
د ستري محکمې مشر هادي شينواري له خوشي سوو بنديانو نه وغوښتل چې د هغه څه په اړه چې په دوى باندي د بند پر مهال تېر سوي پټه خوله پاتې سي، کنې د نورو بنديانو د راخوشي کولو چانس ته به زيان ورسېږي.
تر اوسه ٢٠٠ بنديان د ګونتنامو له بندڅخه خوشې سوې دي.
",١٧ افغان بنديان له ګونتنامو څخه خوشي سول
2926,عبدالاحد پيغام _كابل,"
دلمر جنازه
سترګوپه ژړاچي دنظر جنازه واخيسته
اوښكودشبنم هم دسحرجنازه واخيسته
سورسالوپه سر چي دلته راغلي خوبيا رانشي
اوراووينودواړودګودرجنازه واخيسته
شپي لاستړي نه دي ماښامونه موپه مخ كي دي
ستوروپه اوږودمازيګرجنازه واخيسته
دربه شم ،ويده به شمه ستا دسيني خواكي زه
كله چي احساس دمغرورسرجنازه واخيسته
راغي يوپيغام دنورله ښاره ماته يي وويل
ژاړه ليونيه ! موږدلمرجنازه واخيسته
",دلمر جنازه
2927,,"
٣٠ وری ١٣٨٤ کابل
په ګوانتانامو کي دي پاته ١٢٠ تنه بنديان هم خوشي شي داغوښتنه نن په کابل کي راخلاصو شويو بنديانو وکړه .
دگوانتاناموله بندڅخه ١٧ کسه راخلاص شوي بندیان دسې شنبې په ماپښین دافغانستان دولت ته وسپارل شول .
په راخلاصوشویوکسانوکي دافغانستان دبیلابیلوولایتونوخلک شامل وو .
دافغانستان دستري محکمې ریس فضل الهادی شینواري راخلاصو شویوکسانوته هرکلی اوښه راغلاست ووایه .
ښاغلي شینواري په وینا دافغانستان دولت له امریکایي لوري سره په گوانتاناموکي دپاته بندیانوپه راخلاصولواوبرخلیک معلومولو خبري کوي .
له بلي خوا راخلاصوشویوبندیانو له دولت څخه غوښتنه وکړه چي په گوانتاناموکي پاته یوسلوشل کسه افغانان دي هیواد ته ستانه اودلته دي محاکمه کړی .
",په ګوانتانامو کي دي پاته ١٢٠ تنه بنديان هم خوشي شي
2928,عبدالهادي ريشا - کراچي,"
عبدالهادي ریشاء – کراچي ٢ غويی ١٣٨٤
نن په نړۍ هرلور ته دآزادۍ او ډيموکراسۍ د ډول آوازونه دليري ا وريدل کيږي . دا ږغونه دغه سي هواته پورته ځي او تر اورید لو وروسته پسي ورکيږي . اولنو به ويل چي : دډول ږغ دليري ښه راځي . رشتيايې ويل، اوس هم هغه سي ده، چي ږغ نزدې راسي بې سوري يې واورېدل سي ، ولي نن چي څوک د آزادۍ خبري کوي ، دبيري ( ډاره ) - شا وخوا ګوري، لکه اوخۍ چي یې خوري ، په خبرویې بې سوري ګډه وي - ځان نه ايله کوي، ملامت یې مه بوله خواران دونه ځوکلېدلي دي - داسي داختناق دورې پر راغلي دي ، چي هجران یې ورښوولی دئ . چاچي به سپوڼ وواهه ، ها بل به ورته وويل : ٬
چپ سه !
اوس دېوالونه خبري کوي .
نن چي دخوش باورانو په نظر يوڅه د رڼا چوله معلوميږي او دآزادۍ د ډول ږغ دليري راځي، نو دا خوش باوره، لړمون پخته ګان غواړي، چي څوڼي غوړي - ږمونځ کي او د دې کاذب ډاله ږغ ته په اتڼ ورګډسي . امابرعکس زمانې او حوادثو اکثره کسان دونه په حقايقو پوهولي دي، چي نور (کلپي نه پر چليږي) خو ګولۍ پر چلېدلی سي . دوی د اوسنۍ آزادۍ او ديموکراسۍ جريانونه (خوشي دوړي بولي) ، اوس لاهم (توبه د مړؤ خالي نه ده) شکر دی په جامعه کي د ځوانو- اصيلو مفکورو خاوندان او دخلګو په درد دردېدلي مړونه سته .
څرګنديږي، چي دآينده پاره دخلګو درک او دوربيني موجوده ده او دا د عا دي سړو کار هم نه دئ .
که څوک دخلګوسره کښېني او وپوښتل سي ددوی په نظر کي خورا ښه پيغامونه ، واقعیتونه ، دردونه او خواخوږۍ پروتي اونغښي ليدل کيږي . چټي اپلاکي نه وایي . دوی دبې وسه مظلومانو پله نيسي . که د دوی نظر ښه څر ګند کړه سي په نړۍ کي د نا خوالو او نا پېښو د ملامتيا لښتی کښته مخ پر لوېديځ باسي .
په نړۍ کي دانسانانو اکثريت بې وسه او کمواکه کسان دي . دوی د اذله کمزوري نه دي راغلي بلکه وروسته د زوردارانو له خوا کار پرسوی دئ -کمزوره اوکمواکه سوي دي .
نن چي قدرتمندان غورې وهي او پرکمزورو بړ بړ وایي - دا خواران کم بغلي لا پسي ځیځېر ي اوکوټي ، په دې کي زورواکان او ټوپکسالاران خپله بقاء ويني، چي تل پر خپل قدرت باندي پاته وي او ټوله نعمتونه او هستۍ په خپل واک کي وساتي ، خو هوښياران نه بايد، چي دونه حريص اومغروره و اوسي يا په اصطلاح ځان ځني ورک سي، چي دخپلي با دارۍ د پاره دا خاکي کره ( نړۍ ) دغلامۍ لور ته ورګېل کي او په غلطه سره انسانانو ته دآزادۍ او ډيموکراسۍ ډول ، چی نن ورځ په لاس ورغلی دئ لاندي باندي وډبوي .
زه چی ګورم په نړۍ کي زما په سترګو سوچه-خواپاکې ، نه آزادي او نه ډيموکراسي ليدل کيږي . خو ږغ یې غوږ ته راځي ، نوکه له ما څوک پوښتنه وکي ، چي ته څه وایې- څنګه به سي ؟ زه به یې پاکه محمدي ورته وکم، چي په اصطلاح (خبره غړکه ده) دنړۍ لوی اکثريت داسلحه دارانو ترتور او پېڅول لاندي په تورو ورځو اوشپوکي د آزادۍ او ډيموکراسۍ په تور کي ګير بولم ، خو تر اوسه زما څخه چا پوښتنه نده کړې .
",خــــــــــــــبره غـــــــــــــــــــــړکه ده
2929,جلال امرخېل,"
نښتر
دلته کرزی او کارمل يو مانا ده
يو مو سحر بل مازيګر خرڅوي
ځلمي جذبې پلوري کلدارو باندې
پېغلې پړوني په ډالر خرڅوي
دغه ميراث ورته له پلاره پاتې
ځوی د حاجي صیب چې نښتر خرڅوي
د تورخم پوله
زه د منزل خوا ته په کومه لاړ شم ؟
دوي مې له سترګو نه نظر بېلوي
کله په يو کله په بله بانه
خو بس زما له تنې سر بېلوي
دا تور په توره تور بخنه کرښه
ديو بدن زړه او ځيګر بېلوي
زړه مې پړق وچوي د تورخم په پوله
له ننګرهاره چې خيبر بيلوي
وری ٣٠ مه ١٣٨٤ ",نښتر او د خيبر پوله
2930,افغان ادبي بهير,"
پرون په پېښور کې دافغان ادبي بهير اونيزه غونډه تر سره شوه٠پرونۍ غونډه پسرلنۍ مشاعرې ته ځانګړې شوې وه،چې ډېرو ځايي شاعرانو او ليکوالو په کې ګډون کړې و٠دغونډې په اخر کې بهيروالو يومننليک هم خپور کړ چې داسې په کې ليکل شوي و: استاد محمد اصف''صميم''او نازکخيال شاعر استادمحمد صديق'' پسرلی''د اوسمهالي پښتو ادب دوه وتلې څهرې او پياوړي ليکوالان دي٠موږ ددوی ادبي او فرهنګي هڅو،کار او زيار ته په درنه سترګه ګورو او ،وياړنه ولمانځنه يې کوو٠ داچې په اوسمهال کې دوی دا فغان ادبي بهير مشران هم دي ،داهم دبهيروالو لوی وياړ دی٠بهيروال په ګډه سره دافغان اطلاعاتي او فرهنګي مرکز ادارې''ايينې'' ،دبېنوا فرهنګي ټولنې دمشرتابه ، دکندهار دهڅانده زلميانو او ملي سوداګرو ته دنومو ړو استادانو دژوند لمانځنې د علمي او ادبي دوه ورځني سيمينار دجوړولو او په او ښه تو ګه سرته رسولو دزړه له تله مبارکي وايي ،اوله ټولو ليکوالو اوګډونوالو نه يوه نړۍ مننه کوي چې په ګډون سره يي دغه علمي اوادبي سيمينار ته ښکلا وروبخښله ٠
د قدر منو استادانو داوږد او نېمرغه ژوند په هيله؛دياد شويو فر هنګپالو او فرهنګيالو نه په مننه؛دپښتو ادب دودې او پرمختيا په تمه؛
په درنښت ؛په پېښورکې دافغان ادبي بهير خپرندويه پلاوی ",د افغان ادبي بهير مننليک
2931,نصرت الله الهام خدرخېل پېښور,"
(افغان ادبي بهير پېښور)غوښتل دښکلي پسرلي په راتګ سره يوه لويه اوپه زړه پورې مشاعره جوړه کړي خوله بده مرغه دځوان شاعر( ډاکټر فلکنازفريادي )دځواني مرګۍ خبر غونډه په فاتحې بدله کړه دغونډې ګډونوال له غونډې نه مخکې دمرحوم دکورنۍ سره په دې درانه غم کې شريک شول اودغونډې په پېل کې دمرحوم ارواته ددعاترڅنګ يې له ګډونوالو څخه دچکچکودنه وهلوغوښتنه هم وکړه ښاغلی ډاکټر فلکناز فريادي دکابل ولايت دخورد کابل په سيمه کې خاپوړې کړي ٣٠کاله عمريې درلودپه دومره موده کې يې ډېره په زړه پورې شاعري وکړه چې دپښتوادب پرې وياړي خودسرطان دناروغۍ له کبله يې نن يونۍ(يکشنبه)دورې په ٢٨له فاني نړۍ سترګې پټې کړې (مرګی ظالم دی دوه ياران جداکوينه)ښاغلی فلک ناز فريادي دافغان پوهنتون دطب پوهنځی لوستی وو خوخدای شاعري هم پرې لورولې وه دارواښاددشعر بېلګه دادهدی مانه پاتې شوی ها خپل کلي ته ورځم مرچل دشهيدانوکابل ښکلي ته ورځميادونوراخورې کړې دملالې تورې څڼې ای وخته دشهيددخاوروڅلي ته ورځمپهغونډه کېدځواني مرګ روح ته داشعر(نصرت الله الهام )واوراوهنن يوه سپينه رڼا رڼا ته غاړه وتهدعرش تربريده لاړههغې دنياپه لورېهغه دنياچې ده بههمېش ليدله په خوبقلم يې پاتې شولوپه يوه تياره کوټه کېهلته به ده همېشهدزړه په وينو باندېسپين کاغزونه لړلاوس هغه توره تياره اوهغه نيمه شپه همدهغه ښکلي پسېپه چيغو چيغو ژاړياوس دهغه اروا ښادرقيب بلا خفه دیخوهغه څوک چې ده بهديار لقب ورکاوه ښه په کړس کړس خاندي ",دافغان ادبي بهير پېښور پسرلنۍ مشاعره په فاتحې بدله شوه
2932,,"
Ariana Tv
ډير زر به د اریانا تلويزيون له اروپا څخه په خپرونو پیل وکړي٠ تاسو د څرنګه مطلبونو دخپريدو غوښتونکي یاست؟ څه وړانديز لرۍ؟ ددغه تلويزيون په هکله کومې پوښتنې لرۍ؟ په دغه ادرس راته ( ب ليک ) وليکئ : sohayla_hasrat@yahoo.de اويا په لاندی پته خپل پیغام وليکۍ : http://Shaiwan.persianblog.com
",داريانا تلويزيون په اروپا کښي
2933,ننداره,"
د عبدالوکيل سوله مل شينواري د لنډو کيسو نوې ټولګه (( پنځوس مليونه)) په دې وروستيو کې پېښور کې ددانش خپرندويه موسسسې له خوا چاپ او خپره شوه ـ دښاغلي سوله مل ددې نه مخکې هم د لنډو کيسو يوه ټو لګه د ((زړه کلا )) په نوم خپره شوې ـ
په ادبي کړيو کې نوموړی ديو ښه کيسه ليکونکي په توګه پېژندل شوی ـ
په نوي کتاب پنځوس مليونه کې د ليکوال په بيلابيلوموضوعاتو ليکول شوې څه دپاسه لس کيسې تر سترګو کېږي ـ دليکوال کيسې دموضوعاتو له پلوه غني ، ژبه يې خوږه او پيغام يې روښانه دی ـ
",د((زړې کلا ))نه پس ((پنځوس مليونه ډالره))
2934,ننداره,"

2935,منصور,"
اوله کلمه طیبه :لااله الا الله محمّد الرسول الله ژباړه : نشته لایق دعبادت مګریوالله دی محمد ﷺ دالله ﷻ بنده اورسول دی . -------------------------------------------------------------------------------- دوهمه کلیمه شهادت : اشهد ان لااله الاالله وحده لاشریک له واشهد ان محمدًاعبده ورسوله ژباړه : ګواهي کوم چی دالله نه غیر بل دعبادت لائق نشته الله یوازی دی شریک نه لري اوګواهی کوم چی محمد ﷺ دالله بنده اورسول دی . -------------------------------------------------------------------------------- دریمه کلیمه تمجید: سُبْحن الله والحمد لله ولااله الاالله والله اکبر ولاحول ولاقوت الاّ بالله العلیّ العظیم ژباړه : الله ﷻ پاک دی ،ټولي ستاینی خاص همده لره دي اونشته لایق دعبادت مګر یوالله دی اوهمداډیرلوۍ دی دګناهونوڅخه دژغورنی اودنیک کارتوفیق دالله دلوري دی چی لوی دی اوعظمت والا دی . -------------------------------------------------------------------------------- څلورمه کلیمه توحید : لااله الاالله وحده لاشریک له الملک وله الحمد یُحْی ویمیت وهو حیّ ٌ لایموت ابداً ابداً ذوالجلال والاکرام بیده الخیر وهوعلی کُلّ شیءٍ قدیر . ژباړه :دالله ﷻ څخه علاوه څوک دعبادت لایق نشته هغه یوازی دی شریک نه لري دهمده بادشاهی ده اوهمده لره ثناده ژوندی کول اومړه کول کوی الله ﷻ دتل لپاره ژوندی مرګ پری نه راځی دعظمت اړلویی څښتن دی دالله ﷻ په لاس کی خیر دی اوهمدا په هرڅه قادر دی . -------------------------------------------------------------------------------- پنځمه کلیمه استغفار : اَستغفرالله ربّی مِنْ کلّ ذنبٍ اذنبته عمداً اوخطئاسرا اوعلانیة وّ اتوب الیه من الذنب الذی اعلم ومن الذنب الذی لااعلم انّک انت علاّم الغیوب وستّارالغیوب وغفّارالذنوب ولا حول ولاقوت الاّ بالله العلیّ العظیم . ژباړه :الله ﷻ څخه بښنه غواړم چی زما رب دی دهری ګناه نه قصداً می کړی وی اوکه په خطاسره رانه شوي وي په پټه می کړی وي که په ښکاره اودده په حضورکی دهغه ګناهونو څخه چی ماته معلومه ده اوکه ماته نده معلومه بیشکه ته په غیبوخبردار اودعیبونوپټونکی یی اودګناهونو بښونکی هم ته یی دنیکۍ قوت اودبدۍ ژغورل یوازی دالله به طاقت کی دی چی لودی اودلوی شان څښتن دی . -------------------------------------------------------------------------------- شپږمه کلیمه ردّ کفر : الّلهم انْی اعوذ بک من ان اشرک بک شیئاوانا اعلم به واستغفر لمالااعلم به تبت عنه وتبراْتُ من الکُفْرِ والشّرک والکذب والغیبة والبدْعةِ والنّمیمة والْفواحش والْبهتان والمعاصیْ کلّها واَ سْلمتُ واقولُ لاالهَ الااللهُ محمد الرّ سول الله . ژباړه : ای الله تاپوری دشریک تړلونه پناه غواړم اوماته دهغی علم وي اودهغی نه چی پری نه پوهیږم پناه غواړم ماددی نه توبه وویسته اوبیزاره یم دکفرنه ،شرک نه ، ددرواغونه ، دغیبت نه ، دبدعت نه ، دچغلۍ نه ، دبی حیایی دکارونونه ،اودتهمت لګولونه ،اوددی نه غیر دټولوګناهونوڅخه اوماایمان راوړی اووایم چی نشته لایق دعبادت مګریوالله دی اومحمد ﷺ دالله رسول دی ",شپږکلیمې
2936,,"
٣١ د وری ١٣٨٤
د ترکيې لومړی وزيرطيب اردوغان نن افغانستان ته په يوه دوه ورځني رسمي سفرتللی .
نوموړي په افغانستان کې د خپل سفر په لومړۍ ورځ دولسمشر حامد کرزي سره کتلي او ورسره يې د خپل هيواد له اړخه په يو لړ اقتصادي اوفرهنګي پروژو کې د مرستواو دتاريخي اړيکو د لا پياوړي کولو په اړه ژمنه کړي .
",د ترکيې لومړی وزيرطيب اردوغان افغانستان ته تللی
2937,,"
٢٠ - اپرېل ماسکو
عراق ته د افغانستان د پوځي ټولګېو ليږل
بينوا: په مسكو كې د خبري رسنيو د خبرونو له مخي، افغانستان د دي نيت لري، چې خپل پوځي ټولګي عراق ته وليږي.
د دغو خبرونو له مخي، د ايران راډيو، د با خبرو سرچينو له خولي ويلي دي، چي په دي اړوند، افغانستان ته د امريكي د متحدو ايالتونو د دفاع د وزير، دونالد رامسفيلد، د څو ورځي مخكني سفر په ترڅ كې موافقه ترلاسه شوي ده.
په داسي حال كې چې په افغانستان كې د ترهګري پر ضد د مبارزي او همدارنګه د امنيت د ټينګوالي لپاره په دغه هيواد كې د بهرنيو پوځي ځواكونو د شته والي سره سره بيا هم لا د امنيت ستونزي د هوا په توديدلو سره ورځ په ورځ زياتيږي، د سيمي مبصرين دغه ډول پرېکړي ته حيران دي .",عراق ته د افغانستان د پوځي ټولګېو ليږل
2938,,"
اپرېل ٢٠ ماسکو
بينوا: د اوكراين د لومړي وزير، لومړي مرستيال، اناتولي كيناخ، په دغه هيواد كي په ټولنيزو-اقتصادي برخو كې د انديښني وړ ټكو ته ګوته نيولي ده.
ښاغلی کيناخ - څو ورځي مخكي په كيف كې په يوه كنفرانس كي ويلي دي، چې د نوي كال په لومړيو دريو مياشتو كي د داخلي عمومي توليداتو د زياتوالي په چټكي كې دوه ځله او د صنعتي توليداتو په حجم كې ۵،۲ ځله كموالي راغلي دي.
كيناخ، په اوكراين كي د انفلاسيون اوسنۍ كچه چي په سلو كې ۴،۴ ده، په وروستيو ځلورو كلونو كي بي ساري بللي ده.
په سيمه كې كارپوهان په دي باور دي، چې دا د اوكراين د اوسنيو نوو واكمنو د يو شمير بي ځايه ګامونو د پورته كولو پايله ده
",اوكراين د انفلاسيون په لومو كې
2939,محمود نظري,"
محمود نظري - لندن
آللو للو للو آ للوکرزی للو
آللو للو للو آ للو کرزی للو آللو للو للو آ للوکرزی للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه کاڼۍ د اوبو آللو للو للو آللو للو للو
تا ويل زه شين زمری يمه د دنيا خوښ سړی يمه آللو للو للو
تا ويل ما انتخاب کړئ غله ورکومه ، پردي شړمه آللو للو للو
تا ويل ظالمان ورکومه دا خوار ملت ځيني ساتمه آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه مالګوبی د اوړو آللو للو للو آللو للو للو
تا ويل دا ملک بيله ما څوک جوړوای نسي آللو للو للو
تا ويل شرمښان څوک بيله ما ورکوای نسي آللو للو للو
تا ويل چې مټو ته مي څوک ټينګيدای نسي آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه تومنه د مستو آللو للو للو آللو للو للو
چې يې مړه کړه په زرو اوس تر ټولو لوړ دي په رتبو آللو للو للو
چې ستا وه هغه حريفان اوس هغه دي لوی لوی وزيران آللو للو للو
ځيني حاکيمان وايي خرڅوی د خلکو ناموسان آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه ژی د اوبو آللو للو للو آللو للو للو
هغه چي تا ته يې درکړه ووټان هغه دي ټولو ګريان آللو للو للو
مهاجر سوه پښتانه له خپل مکان دلته دي پرديان آللو للو للو
متنفر يو له وعدو غوږ نه نيسو په اوتوبوتو او پلمو آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو آللو للو للو
مه ډاريږه توکل په خپلو خلکو اوپاک الله کوه آللو للو للو
ځنډ مه کوه ژر کوه په خپلو وعدو وفا کوه آللو للو للو
تکيه په نورو مه کوه په مټو تو او بسم الله کوه آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه ځک دژړ غوړو آللو للو للو آللو للو للو
چي ملت وهي په چپلاخه هغه به سی هزار سوراخه آللو للو للو
چي ملت وهي په سوک اخته به سي په تور دوک آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو آللو للو للو
که د ملت درته سوه شا په درد دي نخوری هغه او دا آللو للو للو
موږدې په للو للو راويښوو په باريکيو دي خبرو آللو للو للو
آللو للو للو آ للو کرزی للو آللو للو للو آ للوکرزی للو ", آللو للو للو آ للوکرزی للو
2940, ډاکټر سبحان هاتفي - کليفورنيا,"
د ټولوخوږو پښتنو خوندو او وړونو څخه هيله کوو که چيري د ( پښتو ) په هکله چاپ يا ناچاپ ليکني د هر چا چي وي ولري په پورته پته دي راوليږي تر څو د چاڼ پس ئې انشاء الله د ښه کتاب په بڼه تاسو ته وړاندي کړو لاندي ليکني زموږ سره شته
د کتاب نوم : د پښتو د- کلمې په هکله
( پښتو تاريخچه ، پښتني ادب ، د پښتو د ورسته پاتي لاملونه او داسي نور ...)
راټولونکی : ډاکټر سبحان هاتفي احمدزی
P.O.Box 331
Alameda CA, 94501 USA
hatifie@aol.com
Tel. 0015108658325
",د ( پښتو ) دکلمې په اړه جوړېدونکی کتاب
2941,ولي شا طبيب - کندهار,"
١٩ د غويي ١٣٨٤ ( ولي شا طبيب کندهار )
دلمړي ځل لپاره په ۱۹۸۷ کال دهجرت په شپو او ورځو کښي می دمرحوم وجدي صاحب سره پيژندګلوي و سوه ، موږ دواړو په کويټه کي دالجهاد په روغتون کښي کار کاوه . خدای بخښلي وجدي سره دهغه لومړۍ ورځي څخه زموږ ملګرتيا او انډيوالي شروع سوه ، مرحوم وجدي صاحب ډيره مهربانه او په زړه پاک سړی و ، دهرچا په غم غمجن او دردمن و ، دوطن په مينه کښي ډوب و ، هميشه يې بېحده زيات کتابونه اوورځپاڼي لوستې. په الجهاد طبي تربيوي پروګرام کښي يي څو طبي کتابونه په پښتو ترجمه کړه . زموږ کندهاريانو سره داسي په اصطلاح خلط سوی و چه هغه دخلکو خبره لکه نوک او ورۍ ،هرچيرته چه به وجدي صاحب و موږ به هم هلته ورسره راټول وو .
مرحوم وجدي صاحب يو پاک سوچه پښتون و ، ساده او ارام ژوند يي درلود ، ډير کتابونه يي ليکلي دي . ډير نيک او صالح اولادونه يي ټولني ته وړاندي کړي دي . ټول دادب مينه وال دوجدي صاحب په مړينه ډير خوابدي او غمجن دي ، ددوي پاتي کورني او ټولو دوستانو او انډيوالانو ته يې جميل صبر غواړم .
په درناوي
ولي شاه طبيب /کندهار
", ( دمرحوم عبدالجليل وجدي دمړيني له کبله خواشيني :
2942,,"
١ غويی ١٣٨٤ هلمند
دفراه ولايت د خاک سفېد په ولسوالي کي د دولتي چارواکو او او عامو وګړو تر منځ تاوتريخوالي په پايله کي درې تنه ټپيان او دوه تنه وژل شوي دي .
د فراه ولايت دامنيتي چارو مسول امير د بېنوا ويبپاڼي خبريال توخي ته وويل چي : دا پېښه پرون ماپښين هغه وخت رامنځته سوه کله چي په ياده شوې ولسوالي کي پوليسو د کوکنارو د کښتونو په له منځه وړلو لاس پوري کړ ، خو د سيمي اوسيدونکو ددې کار مخه ونيوله او نښته وشوه .
هغه وويل چي د خلکو له منځه يوه تن کوښښ وکړ له يوه پوليس نه ماشينګڼی واخلي او د هغو په وړاندي يې وکاروي ، په دې وخت کي نورو پوليسو دخپل ملګري پوليس په دفاع کښي ډزي وکړې او مرګ ژوبله رامنځته شوه .
ويل کيږي چي هغه چا چي غوښتل يې توپک واخلي همه ټپي شوی او اوس د پوليسو تر څارني لاندي دی .
",په فراه کي د پوليسو او عامه وګړو ترمنځ نښته وشوه
2943,,"
١ غويی ١٣٨٤ هلمند
د فراه ولايت د پوليسو پخوانی مشر ملا اختر محمد اخند د زابل ولايت پخوانی والي ملا محمد نسيم اخند چي د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته هم د دولت له سخت دريزو مخالفانو څخه بلل کېدل د ولسمشر حامدي کرزي له خوا د ملي پخلايني دپروګرام سره يوځای شول . ددې خبر اعلان نن د هلمند ولايت والي ملاشيرمحمد اخندزاده وکړ .
د هلمند والي ملا شيرمحمد اخندزاده وويل چي دولت به ملا اختر محمد اخند او ملا نسيم اخند ته د امنيت او ښه ژوند اسانتياوي برابروي .
څه دپاسه يوه مياشت مخکي په همدغه ولايت کښي دطالبانو يو بل نامتو قومندان ملا عبدالواحد اخند ( ريس باغران ) هم د ملي پخلايني د پروسې سره يو ځای شوی و .
",دوه پخواني لوړ رتبه طالبان له دولت سره يو ځای شول
2944,,"
٢ غويی ١٣٨٤ ماسکو
ټاكل شوې ده، چې د سرور كائينات حضرت محمد (ص) مبارك ميلاد، نن په مسكو كې د ۲۰۰۵كال داپريل د مياشتي په ۲۲ نيټه د (سيواستوپل) د هوټل په لوي جومات كې ولمانځل شي.
د حضرت محمد (ص) د مبارك ميلاد د لمانځني په غونډه كې به لومړي د قرآن عظيم الشان ختم وشي، بيا به په دغه اړوند يو شمير مقالي او ليكني ولوستل شي. د جمعي د مباركي ورځي د لمانځه نه وروسته به په دغه غونډه كې ټول برخه وال، په هغه خيرات كې گډون وكړي، چې د دغه مبارك او بختور ميلاد په وياړ برابر شوی دی .
د روسيې د فدراسيون په پلازمينه، مسكو كې، د افغان تجارتي مركز په نوښت، هر كال ملي او مذهبي ورځي لكه : نوروز،اخترونه، د حضرت محمد (ص) مبارك ميلاد، د عاشورا ماتم، او نور په ډيرو شاندارو مراسمو سره لمانځل كيږي .
ټاكل شوي ده، چي سږكال به د حضرت محمد (ص) د مبارك ميلاد د لمانځني په غونډه كې له ۲۰۰۰ نه زيات افغانان ګډون وكړي .
",په مسكو كې د حضرت محمد (ص) مبارك ميلاد لمانځل كيږي
2945,منصور,"
دسورة بقره دوهم لوست انّ الّذِیْنَ کَفَرُوْا سَوَاءٌ علیهمْءَانذَرْتَهُمْ اَمْ لمْ تُنْذِرْهُمْ لاَ یؤْ مِنُونَ(6)خَتَمَ اللهُ عَلی قُلُوبِهِمْ وَعَلی سَمْعِهِمْ وَعَلی اَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وّلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیمٌ (٧) ژباړه : بیشکه هغه کسان چی کافران د ي برابره خبره که دوۍوویروی یا یی ونه ویروی ایمان نه راوړي (6) الله ﷻ ددوۍ په زړونو،اوغوږونو مهروهلی اوپه سترګو یی پردی دی اوددوۍ لپاره لوۍ عذاب دی . لنډ تفسیر : په لومړیو پنځوایاتونوکی الله ﷻ دقرآن کریم صفت اودهغه نیک بخته کسانو ذکرچی پد ی کتاب عمل تیرشو ورسره یی ددغه کسانومخصوص صفتونه هم ذکرکړل ورپسی پنځلس ایاتونوکی هغه کسان ذکر کوی چی دقرآن سره کینه اوحسد لري بیا پدوۍ کی دوه ډلی د ي یوهغه چی په ښکاره مخالفت اوانکارکوی بل هغه چی داخلاقی کمزورۍ اودنیاوي اغراضوپه وجه یی دخپل ضمیر اواز څرګند نه کړای شو بلکه چل اوفریب یی شروع کړ مسلمانانو ته به یی ځان مسلمان اوکافرته به یی ځان کافرښکاره کاوه اوله ډله دقرآن په اصطلاح کی کفار بلل کیږي اودوهمی ته منافق وایی پدی دوه ایاتونو کی الله ﷻ دښکاره کافرانو ذکر کوي ددی نه روسته دیارلس ایاتونو کی بیادمنافقینوتذکره ده . مفتی محمد شفیع رحمه الله په خپل مشهور تفسیر معارف القرآن کی لیکی چی اولوپنځوایاتونوکی مؤمنانوڅخه هغه کسان مراددي چی په اهدنالصراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم کی کودکومی لار ی غوښتنه کړ ی وه اوپدی دوه ایاتونوکی هغه کسان ذکر کوي دچادلاری څخه موچی په غیرالمغضوب علیهم کی پنا غوښتی وه دګناهونو دنیاوی سزا : دګناهونو اصلی سزاخوبه په اخرت کی ملاویږی لکن دبعضی ګناهونوسزا کناهګارته په دنیاکی هم ورکول کیږی دګناه دنیاوی سزاداسی وی چی انسان څخه دحق قبلولوتوفیق سلب شي بیا دغه کس داخرت حساب کتاب څخه غافله اوڅه یی چی زړه غواړی هغه کوی . په حدیث شریف کی راغلی کله چی یوانسان ګناه کوی ددی ګناه په وجه یی په زړه تورداغ پیدا کیږی ددګناهونو دزیاتوالی په وجه داغونه هم زیاتیږی تردی چی ټول زړه یی تورشی بیاورته حق نه داخلیږی . (معارف القرآ ن ) همدغه شان دکفاروزړونه دډیري کینی اوکفر ی تعصب په وجه تور شوی نوالله ﷻ تری دحق قبلولو صلاحیت اخستی معذرت :دمحترمو لوستونکو څخه زماپه لیکنه کی دادبی اصطلاحاتو دکمزورتیا بخښنه غواړم منصور ",سورة بقره دوهم لوست
2946,عنايت ساپی ; کابل افغانستان,"
عنايت ساپیعجيبه پيښى دى، له يوى سترگى مو دغم اوښكى څا څي او له بلى مو دخوښۍ دا رواني وي. دخداى عجيبه نظام دى. زمونږ پر ادبي كړيوو ډيره داوړ پيښى خپل سيوري پريباسي. او ديوى شيبى لپاره مو دغه عجيبه پيښې هيښ ساتي. په هرحال نن به بيا ديوى عجيبي پيښى يادونه وكړم.افغان ادبي بهير چى زمونږ په ادبي نړۍ كى دادب مينانولپاره ترټولو ستر او پيژندل شوى پوهنځى دى كله كله له عجيبو پيښو سره مخ وي. نن يي پر دريځ(ستيج) يو مينه وال ( ننگيال)د خپل ريښتوني ژوند لپاره شعر وايي خو سبا همدغه شعردده دريښتوني مرگ تعبير وي ، نن يي مينه وال (ساهو) له دريځه غږ كوي چى كه خداى كول مياشت وروسته به سره وگورو، خو پنځلس ورځى وروسته يي په مړينه گورو، نن يي مينه وال(مجاهد) له دريځه خپله مرثيه لولي خو اونۍ وروسته يي اورولى مرثيه بيرته دخپل مرګ لپاره تعبيروي. مينه وال يي (دولت زى)نن له دريځه دبهيروالو څخه مننه كوي چى زما پركتاب مو دمينى خبرى وكړى خو اونۍ وروسته يي بهيروال پر مرگ خبرى كوي، نن يي مينه وال (عبدالجبار جوهر) له ولولو څخه په ډك غږ خپل شعراوروي خو مياشت وروسته يي په سړه سينه دمرګ اوازى خپريږي، نن يي له دريځه م عثمان نژند دخپلو اوښكو په بدرگه دولس له دردونو ډك حال بيانوي خو سبايي ستونى بنديږي او نور حال ويلى نه شي. ښايي تاسى ته تيربهيردرپه زړه شي او زړونه مو ودرديږي ، ما نه غوښتل چى نور داسى څه وليكم چى تاسوپرى خفه شى خو څه وكړو دزمانى څرخ مو بيا بيا دذهن پردو ته ترنگ وركوي تخنوي يي او نه موپريږدي چى يوه شيبه دخپله ځانه پردي شو، ماته دبهير، دفرهنگي ټولنى او فرهنگي مركز ډيره غونډى په سترگو كى دي. له دريځه يي يو ځوان شاعر خپل شعرپه ترنم سره اوروي او له ناستو مينه والو څخه په واه واه ، بيا ووايه ، ډيرښه او نورو بدرگه كيږي، شاعرپه خپل ترنم كى لكه غوړيدلى گل دخوشالۍ احساس څرگندوي او لاخپل سبك ته زور وركړي، فلك ناز فريادي خپل شعرپاى ته ورسوي او له دريځه خپل ځاى ته راشي، مسكى وي خو اوشا وگوري، له هاغه بل كونج څخه ورته مسلم دوست صيب راغږ كړي، چى فلك ناز فريادي صيب ډيرښه شعر دى واوروه، داسى شعرونه اوروه دا ځنى ځنى خو هسى بى معنا شيان دلته راوړي. اونۍ وروسته مسلم دوست په غونډه كى نه ترسترگو كيژي، او موده وروسته داسى گونګسي ترغوږو شي چى مسلم دوست نامعلومو كسانو دشپى له خوا په موټركى واچاوه، بيا هيڅ خبرنه شو ، يومهال وروسته مو بل دردوونكي خبرترلاسه كړ چى دخوږى ژبى ليكوال(مسلم دوست) يي دګوانتانامو داوسپنيزو پنجرو شاته اچولى، نو بيا مو هرمهال دګوانتانامو دبل څرخي زندان خبرونه وخت پروخت څارل. نه به يي اوږدوو، همدغه اونۍ مو بيا دهمداسى يوى عجيبي پيښى شاهده وه، ډاكټرفلك ناز فريادي مو دمرگ كومي ته ولويد او مسلم دوست مو دژوندغيږى ته بيا راغى. له يوى سترگى مو دغم او له بلى دخوښۍ اوښكى روانى شوى.
انالله وانا اليه راجعون. - او - الحمدللهكابل افغانستان ",فلك ناز لاړ، او مسلم دوست راغى
2947,,"
٢ غويی ١٣٨٤ کابل
هجرت په کابل کښي
هجرت هنري فلم له ډېر انتظار وروسته د روان لمريز کال د غويی ( ثور ) پر اوومه ، اتمه او نهمه نېټۀ ( زېږديز ٢٠٠٥ کال د اپرېل پر ٢٧ ٢٨ او ٢٩ مه نېټه ) د کابل په اريانا سينما کي د کابل ښاريانو مېلمه دی .
دا درې ورځي د افغانستان او افغانانو په تاريخ کي هغه توري ورځي دي کومي چي سلګونه زره افغانان هجرت او پرديسۍ ته مجبور کړی دي .
د رارسيدلو مالوماتو له مخي به هجرت د درېو پرله پسې ورځو لپاره د کابل په بيا جوړې شوي سينما ( اريانا سينما ) کي نندارې ته وړاندي شي .
د کابل څخه د بېنوا ويبپاڼي خبريال خبر راکوي چي دا هم شونې ده چي په پورته ياده شويو ورځو کي به هجرت د کابل په ځينو نورو سينماګانو کي هم وښودل شي . خو په دې اړه تر اوسه پوري کومي بلي سينما کوم رسمي تړون نه دی لاسليک کړئ .
د هجرت هنري سينمايي فلم لارښود ( ډايرکټر ) ښاغلي واحد نظري بېنوا خبريال ته وويل چي تر دې وروسته نيت لري هجرت په کندهار کي هم نندارې ته وړاندي کړي ، چي لا يې ځای او نېټۀ نه دي څرګند شوي .
د يادوني وړ ده چي هجرت هنري سينمايي فلم په ننګرهار ، مزارشريف هرات کي هم نندارې ته وړاندي شي ، په وروستيو يادو شويو درېو ولايتونو کښي لا تر اوسه د فلم ښودلو په اړه دچا سره خبري اتري نه دي تر سره شوي .
په کندهار کي بېنوا فرهنګي ټولنه او د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزي څانګه د هجرت فلم ټولو کارکوونکو او درنو هيوادوالو ته په هيواد کي د هجرت هنري سينمايي فلم د ښودلو له کبله د خوښۍ څرګندونه کوي .
",هجرت د کابل په اريانا سينما کي
2948,فضل الرحمن کټوازی -کوریا,"
فضل الرحمن کټوازی -کوریا ( ٢ غويی ١٣٨٤ لمريز",جاپان خو عفوه وغوښته خو آيا........ ؟
2949,د هوسۍ مجلې اداره,"
نـــه بـــدلـېږمه افغان يم، څو چې يـــم
زه د ګران افغانستان يم، څو چې يم استاد رفېع
د يوه هېواد په رښتينو ارزښتونو كې: ملي ژبه، ملي كلتور، ملي سرود، ملي بيرغ او... راځي چې د هماغه هېواد اوسېدونكي ورته درناوى لري، ساتنه، پالنه او دودونه يې خپله ملي دنده ګڼي.
افغانستان هغه هېواد دى چې تل د مغرضو هېوادونو، په ځانګړې توګه ګاونډيو هېوادونو د پټو او ښكاره موخو، نيتونو او دريځونو له كبله ځپل شوى، ملي ارزښتونو ته يې سخت زيان وراړول شوى دى.
په دې وروستيو كې د افغانستان زيات ملي او رښتيني ارزښتونه له ستر ګواښ سره مخ شول، چې بيا هم ګاونډيو هېوادونو بېلابېلې پروژې او ستراتيژيك پلانونه پلي كړل، په افغانانو كې يې قومي، سيمه ييز او ژبنيز تعصبونه راوپارول، كله يې ملي مشران ورته وښكنځل او دا دى اوس يې په نورو ارزښتونو پسې هم رااخيستې ده.
افغانان ډېر سپن او سپېڅلي زړونه لري، چې ډېر ژر پر هر څه باور كوي، هغه مهال چې له اسلام اباد څخه خيبر ټي. وي په خپرونو پيل وكړ، نو زياتو افغانانو يې هركلى وكړ، آن چې ډېرو بېوسه افغانانو به د دې ټلويزيون چلوونكو ته ټليفونونه كول او مباركي يې وركوله.
كله چې په افغانستان كې د كلتور وزارت په ځانګړي امر سره پر دې ټلويزيون بنديز ولګول شو، زياتو افغانانو پر دې كار نيوكه وكړه او په دې باور وو- كه خيبر ټلويزيوني چينل بندېږي، نو دا په لسګونو ايراني چينلونه دې هم بند شي.
په دې وروستيو كې د افغانستان يوه ملي ترانه، چې د افغانانو واړه ماشومان هم ورسره بلدتيا لري او دا ترانه د هر افغان په اروا او رګ- رګ كې غزونې كوي، د خيبر ټلويزيوني چينل له خوا بدله كړل شوې ده، حال دا چې افغانان د جنون تر حده ورته درناى او ورسره مينه لري او له شل- پنځه ويشتو كلونو راهيسې د افغانستان په راډيو- ټلويزيون او نورو ږغيزو رسنيو كې خپرېږي. په ټولو افغانانو كې يوه منل شوې ملي ترانه ده، چې په بهر كې مېشت افغانان د همدې ترانې په اورېدو اوښكې تويوي:
دا زموږ زېبا وطن
دا زموږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دى
دا افغانستان دى
د خيبر له لوډسپيكرونو څخه يې دا بڼه خپره شوه:
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطندا پر مونږ ډېر ګران دی
ښكلی پاكستان دی
ټول افغانان دا كار په كلكه غندي او د ستر ملي شاعر ارواښاد ملنګ جان په شعر كې دا لاسوهنه او سپين سترګي د دې ټلويزيوني شبكې يوه ستره جفا ګڼي او د خيبر ټي. وي له چلوونكو څخه په ټينګه غوښتنه كوي چې بخښنه دې وغواړي، كنه افغانان به يې دا خيانت په نړيواله كچه رسوا كړي.
هيله ده هغه افغانان چې لږ تر لږه ځانونه افغانان ګڼي او له خپلو ملي ارزښتونو سره مينه لري، د خيبر چلوونكو ته دې د برېښناليك پر دې پته برېښناليك ولېږي: webmaster@avtkhyber.tv او د خپلو ملي ارزښتونو دفاع دې وكړي. ځكه هغه څوك چې افغان او افغانستان نه مني، هغه د كوم حق له مخې د استاد اولمير په ږغ كې ويل شوې دا ملي ترانه بدلوي او د پاكستان تورى ورزياتوي؟؟؟ كوم پاكستان، هغه چې زموږ د هېواد په ورانۍ كې لوى لاس لري؟ كوم پاكستان هغه چې زموږ فابريكې يې د كباړ په نامه رانيولې او هرڅه يې راڅخه تالا ترغه كړل؟ داسې ښكاري چې اوس يې ګران افغانستان په ملي او افغاني ارزښتونو پسې رااخيستې ده، چې هېڅكله به يې هم دا پلان پلى نه شي.
كه رښتيا هم پر دې ترانې باندې د پاكستان ورتپل يو روا كار واى، دا كار به پخوا د استاد اولمير له خوا كېداى، چې په خپله د پېښور و.
بله ورځ به خيبر چلوونكي د خوشال بابا له شعرونو څخه هم د افغان توري باسي او پاكستاني به ورسره زياتوي؟!! د ستر رحمان بابا له شعرونو څخه به هم د افغان تورى باسي؟ د پښتو غزل د پلار امير حمزه شينواري له شعرونو به هم د افغان تورى باسي او پاكستانى به ورزياتوي؟
د افـغــــــان په ننګ مـــې وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشال خټك يم
ستر خوشال بابا
***
ما كوز ورته لېمه كړ، زمـــــــا سر نه ټيټېده
شايد چې په الفت كې هم افغان پاته كېدم
حمزه بابا
د افغان او افغانستان د سرلوړۍ، بريا او نېكمرغۍ په هيله
د هوسۍ مجلې اداره
پوست بكس شمېره ۶۳۳
كابل- افغانستان ",دا زموږ زېبا وطن(د توطيه ګرو د دسيسو ښكار شو)
2950,فريشته جلالزۍ – کابل,"
فريشته جلالزۍ – کابل ١ غويی ١٣٨٤ لمريز
تېروتنه
هغه سهار چي کار ته راغلم نو حالت يو څه بدل و ، په دفتر کي بله خوشبويي وه ، هرومرو کوم مېلمنه راغلی و ، ځکه دفتروال دومره بوخت و چي ځينو به يې مخونه لا همدلته په دفتر کي مينځل ، نو عطر وهل خو لري خبره وه ، ښايي دا به د قناعت وړ دليل نه و ، دا عطر ماته نا اشنا و ، او له دې چي خلک يو تر بل تېرېدل د لوړو خبرو اواز اوريدل کېدی ، نو پوه شوم چي کوم څوک له خارجه راغلی دی ، کورني مېلمه ته څوک دومره منډي رامنډي او خوش امد نه وکوي . زه خو هره ورځ په دفتر کي وم او په دې ښه خبره وم چي له چا سره خلګ څنګه چلند کوي .
څوک دی ، څه خبره ده ، له همدې انګېرنو سره اخته ومه چي يوې همکاري مي پر اوږه لاس کښېښود او خندا سره يې راته وويل ، سهار دي په خير ، ولي ناوخته راغلې ؟ ورته ومي ويل : نن مي په کور کي څوک نه و ، تر څو مي د کور کار خلاصاوه لږ ناوخته شو ، دا نن خو لا هسي هم ناوخته له خوبه پاڅېدلې وم . خو ته ووايه چي څه خبره ده ؟
هغې وويل ليونۍ ته خو که دنيا اوبه هم واخلي نه يې خبره په کوم خوب او خيال کي يې ؟
_ اې خورکۍ ، خير دی ، خو ته يې راته ووايه څه خبره ده ، څوک راغلی چي ټول داسي بوخت ښکارئ ؟
هغه موسکۍ شوه او ويې ويل : ........ صاحب راغلی دی ؛
.... اه ... یوه شېبه مي داسي احساس وکړ چي زړه مي چا په موټ کي واخیست او له ما لري يې غوځار کړ .
لاس او پښې مي د يوې شېبې له پاره يخ کرخ سول ، ... همکاري مي وويل : هې دېته ګوره ، ليونۍ ستاولي ځکندن شو ، زموږ په اداره کار نه لري ، مستانه خلک دي ، چکري راغلی دی . هغه په څرخ تاو شو ه او له ما ولاړه ، خو خبري يې لکه په منګي کي چي چيغه کړې ، زما په غوږونو کي انګازې وکړې . . . . . . . مستانه خلک دي مستانه خلک دي مستانه . . . .
هغه ليکوال و ، يوازي د انټرنټ او يو شمېر نرو فرهنګي کارنو له لاري مي پېژاند ، او برېښناليکونه به مو سره بدلول ، هر ليک به يې له ډېرو خوږو خبرو ډک و . د هغه هره خبره به لکه هغه پېغله چي زلمی اشنا يې له وطنه ليري د قطر هيواد د ولور ګټلو له پاره په مساپرۍ تللی وي ، او دی يې د سرټيکری او د زيارت رڼا کول ، د بيرته راتلو نذر منلی وي ، تودې تودې زما د زړه په هره خونه او دالان وګرځېدی په هره تاخچه کي به يې د ميني او امېدونو بې حسابه شيطانوکي ولګول . . .
موږ دواړو تر اوسه نه و سره ليدلي ، خو دا زړه نه دی ، په انسان باندي ټولي کانې او فسادونه همدا زړه کوي ، سړی لاس تړلی دبلا خولې ته ور اچوي داهم زړه غوښتل چي هره ورځ برېښناليک ور واستوم خو دواړو به ډيري مؤدبانه خبري کولې ، مابه ورته وليکل :
گران او محترم دوست ( . . . . صاحب )
زما سلامونه ومنئ خدای دي وکړي چي جوړ روغ به یاست ....... یو شمیر رسمي خبري ....او بیا هم له درناوي سره . . .
هغه به هم یوازي توري اړولي وو خو گوتو به يې توري داسي کارول چي ورسره به يې زما د زړه ولونه واړول را واړول .
زما او د هغه اړيکي لکه برېښنا داسي چټکي رواني وې لس بریښنا لیکه به مو نه وو سره بدل کړي چي د لیکنو کرښو مو رنگ بدل کړ ...
نور به هغه راته لیکل :
دزړه سره ... دسترگو توره ... گراني ( . . . . . )
هره ورځ دي تر لس زره واره زياته يادوم ، او بيا به يې ټولي خبري په مينه کي راونغاړلې او وبه يې ليکل . . . زما ټوله مينه درسره ده .
ماته کله هم چا داسي خبري نه وې کړي ، مور، پلار ماما ، کاکا ، ښوونکی ، . . . دا ټول هغه کسان وو چي ما په دې خپل ٢٠ کاله عمر کي ليدلي و ، خو يوه هم داسي نه وم نازولې ، زه يې هغه د خلکو په خبره له ژونده ايستلې وم ، خوب مي ورک و ، که کمپيوټر کتاب وای ، نو په يوه اوونۍ کي به يې پاڼي شړېلدي وای ، خو له دې سره يو ډېر زيات خوندو ر احساس لکه د حمل د مياشتي په سهار وختي چي کړکۍ خلاصه کې ، سړه هوادي چي د باران واړه واړه څاڅکي هم ورسره وي په مخ ولګېږي ، او ته له ډېله خونده سره ځان کلک په بړستن کي راتاو کړې ، اخ . . زه يې نه شم درته ويلای چي څنګه . . . . د عکس مي يوه ورځ ورته وويل چي په برېښناليک يک يې راواستوي ، راته ويې ويل سکينر نه لرم او دغه پلمه يې په بيا بيا تکراروله ، چي لېدو ته يې نوره هم زما تلوسه زياتېده خو نه پوهيږم چي ولي مي بيا ورنه د عکس غوښنه ونه کړه ، ښايي زړه به غوښتل چي دی خپله ووينم ، ما به تل دا خواست له خدايه کاوه چي ژر هغه ووينم . . . زيارت ، پير ، شهيد ، خو لا څه کوې چي د خټو کومه کوډله به په مخه راتله نو بې اختياره به مي لاسونه پورته شول ما به نه غوښتل خو زړه به مي وويل (( اې لويه خدايه ! ستا خو هر شی په خپل لاس کي دي ، زما دا ډول ژوند واخله ، خو چي زه هغه ووينم ربه ! ))
کله به مي زړه ډېر تنګ شو ، خديه دا څوک دی چي زه يې په خپل زړه کي ناست بولم خو چي سترګي پټي کړم هر څومره چي د مغزو پاڼي اړوم نه يې شم پيدا کولای د هغه هيڅ تصوير مي نه شوای جوړولای د ورځي خو به ډېره په منډه کي وم ، خو تمامه شپه به مي دا يوه سودا وه چي څنګه به وي ، بيا به مي ويل حتمي به يې لوړه ونه وي ، غنم رنګې توري سترګي ، ښکلی ځوان . . . يا . . .
رښتيا ګوی زما ښکلا ډېره خوښه ده ، کله به مي ځان ته وويل که داسي نه وو بيا ـ . . نه داسي امکان نهلري هغه چي دومره ښکلي خبري يې زده دي ، هغه نه نه . . . د سوچونو همدا مرۍ به مي پېيلې خو غاړګۍ به مي لا نه وه جوړه چي خوب وړې وم اوبيا به هم همدا لټه . . . زه کړکۍ ته مخامخ ويده کېدم ، هره شپه به مي ښه وليدل چي سپوږمۍ به راوخته ، زما تر مخ به ودرېده ، ما به تصويرونه جوړول او ړنګول ، خو چي انځور به نه شو جوړ ددې خواري زړه به هم راته په تنګ شو او رانه ولا ړه به .
بيا به مي وويل ايا نه ليدلې هم له چا سره مينه کېدای شي ،؟ زه يې نه منم دا لوی عيب دی .
ما به ويل که مي وليد حتمي به دا پوښتنه ورنه کوم چي ولي يې له دې ټولي دنيا د ميني غاړګی ماته راپه غاړه کړې . کله به مي په اينه کي وکتل او له ځانه سره به مي وويل : ايا زه دومره ښکلې يم ايا ددې دومره ميني وړ يم !؟
او نور داسي ډېر سوالونه . . .
وخت لکه باد داسي ځغاست او زه لکه د ونو پاڼي ورسره لوېدم ، لګېدم خوتلم ، لکه رمه چي تېره شي اوورپسې ليري په دوړو کي ورک شي ، زه هم داسي په زرو سوداوو کي ورکه . . يوه ورځ چي مي خپل برېښناليک خلاص کړ له زيات حيرته مي سترګي تروي شوې ، او و و و و و و و خدايه دا څه وينم !؟
دا يې راته ليکلي و چي کابل ته راځي خو دا يې نه و ليکلي چي څه وخت زما د ټولو پوښتنو د ځواب ورکولو لپاره .
او نن هغه ورځ وه ، زړه ناړه دفتر ته ننوتم ، ماداسي نه وه منلې چي هغه به دومره ژر راځي ، کاشکي هيڅ نه وای راغلی ، بيا يچ راغی کاشکي مي د زړه ټولي خبري ورته کړي وای .
هغه ځوان نه و ، برگ برگ تور سپین سر يې په چيغو چيغو دا اقرار کاوه چي ښايي ٥٠ پنځوس کاله به د عمر مېلمستيا خوړلې وه .
ښايي يو وخت به هغسي و لکه زما زړه چي ګڼله ، خو اوس . . دوی وای په اروپا کي لمر ډېر نشته ، نو ځکه يې زما د خيال غنم رنګی تک سپين کړی و ، د سترګو رنګ يې هم خامو لمرونو خام کړی و .
دومره محترم و چي ورسره مينه کول هم د ګناه رنګ اخيست ، اول خو نه ما هغه ا ونه هغه زه پېژندلم ، خو دا کومه ګرانه خبره نه ده ، سره معرفي يې کړو . . . بيا هم زړه . . . دا کلانکار سړی کله خپلي رايي ته پرېږدي . . . زما دا تېره ژبه چي په ساعتونو خبرو به نه ستړې کېدله ، د هغه په لېدو ګونګه شوه ، زه په دې هم يوه يم دا ه مزړه غوښتل چي يوازي د هغه خبري واوري او بس .
چي راته ويل يې :
. . . ته ډېره لايقه او با استعداده يې . . ته بايد ليکني وکړې ، ستا دا ډېر ښه ادبيات او خوندور احساسات چي سره ګډ شي شهکار به جوړ کړي . ستا اېمايلونه چي به مي لوستل ياني په رښتيا چي ښه استعداد لرې ، زه ستا د احساس درناوی کوم ، خو يوه اصلي موضوع چي تاته يې ويل غواړم هغه داده چي ما له ډېري مودې راپه دې خوا پر يوه ناول باندي کار کاوه ، د هغه لهپاره مي همداسي يوه احساس ته اړتيا لرله ، د يوې طبعي ميني همداسي انځور مي غوښت چي جوړ يې کړم ، نو ځکه مي تاته دا دومره موده زحمت درکړ او تادي هم خپل قيمتي وخت ماته راکړ ، له تا ډېره مننه له ما سره دي په رښتيا چي ډېره مرسته وکړه ، نور مي وانه وريدل يوازي د خولې سترګو او لاسونو حرکات مي يې ليدل . . . . نو ځکه خو ما هيڅ هم ونه ويل يوازي مي ورته کتل . . . . دې ته مي کتل چي څنګه يې زما د خيالونو دنيا ړنګه کړه . . په يوه شېبه کي توره دريشي د هغه ټوپک سالار په کميس او پرتوګ بدله شوه . چي له ډېرو خيرو يې رنګ اوښتی وي . . . ورېښتان يې اوږده سول ، غاښونه يې تېره کاږه واږه سول ، تر غاړي تاو نېکټايي يې د ټوپک په بند بدله سوه ، . . . سترګي مي وليدې چي څنګه يې زما ميني ته بق بق کتل . . .
هغه لکه چي رښتيا هم مستانه و . مستانه مستانه يې سترګي غړولې . . .
له خپله ځايه پورته شو
بيا يې په ډېره ارامي او سړه سينه خپل ليکلی کتاب ماته په لاس کي راکړ ، او ويې ويل : دا کتاب ولوله هيله ده چي ډيري نوري خبري به ورنه زده کړې ، ښايي په زړه کي به يې دا وو چي ( وچ خوړ ته ګولې اېستل تېروتنه ده )
د کتاب پښتۍ ته مي وکتل ، ورباندي ليکل شوي وو :
. . . تېروتنه . . .
", تېـــــــــــــــــــــــــــــروتـــــنــــه
2951,فضل الرحمن کټوازی – سهيلي کوريا,"
فضل الرحمن کټوازی – سهيلي کوريا
٣ غويی ١٣٨٤ لمريز
ګرانو لوستونکو او په وطن مينو وطنوالو زه دخپل ګران ټاټوبي افغانستان او دسپيڅلی افغان کلمې دساتلو لپاره ستاسي نه دزړه له اخلاصه هیله لرم چه دپردو ددې نوي استعمار په وړاندي دي رامخکي شي او زمونږ عام وګړي په دې پوه کړي چه زما اوستا دګرانو ګاونډيانو دا اوسنی غیری مستقیم استعمار ډيرخطرناک دی او ددې استعمارشاته پټ لاسونه کارکوي چه هغه زما او ستا د تاريخي هويت دښمنان دي دا تاريخي دښمنان اوس ديوې او بلي لاري نه غواړي چي خپلي شومي توطيې پرمخ بوزي او زما اوستا دغريبۍ څخه دناوړه ګټي اخستو په مقصد کله درسي توکي راته چاپه وي او زما او ستا طبيعي نوم دافغان پرځای په افغانستانی اړوي ترڅو په راتلونکي کي دافغانستان دوېش يوه نوې طرحه او پالیسي پرمخ بوزي ، اوس سوال دادي چه دپنجاب واکداران دی مونږ ته دکوم ملی احساس لاندي تلويزيون جوړکړي . دادومره وخت ولي دپاکستاني واکدارانو سره دا احساس پيدا نه شو چه پښتنو ته دي يو بېل چينل جوړکړي.
زما اوستا عام وګړي چي نومونه يي لاهور خان او کشميرخان وي هغوی به ددې پټو دسيسو څخه څه پوهه ولري،هغوی خو صرف دخپلو ګټو لپاره ددې هيوادونو شناختي کارډونه او پاسپورتونه لري. اوس سوال دا پيداکيږي چي د خداي بخښلي استاد اول مير دا ترانه به ولي نه بدليږي څوک به ددې دسيسې څخه پرده پورته کوي ،زمااوستا دپوهانو او سياستمدارانو دا وجدانونه به تر څو ويده وي.
زما او ستا بعضي وروڼه په پوهنتونونو کی دپتلون او نکتايي سره مبارزه کوي،ګرانو وروڼو پتلون او نکتايي دومره خطرناک ندي لکه څومره چه زما او ستا دګاونډي هيوادونو دانوې کلتوري ديپلوماسي .
زما او ستا افغان خويندي او وروڼه دخيبر په نامه دې تش په نامه پشتو چينل ته کارکوي،او حتی ددې چينل نطاقان هم دي . خو اوس سوال دا پيداکيږي چي ولي زما اوستا وروڼه او خويندي دې دپردو دشومو دسيسو ښکار شي .
آيا زما اوستا دولت په خاصه توګه دپردودنوي کلتوري ديپلوماسۍ په نامه دجوړشوي وزارت اطلاعات او فرهنگ، زما او ستا دې په هنر مينو ځوانانو ته موقعه ورکړې؟
آيا په دی دري نيمو کلونو کی زما او ستا تلويزيون ددې جوګه شوی چه نړۍ خو پريږده دافغانستان په ولايتونو کي خپروني ترسره کړی؟
آيازما او ستا دطبعي وطن دا تلويزيون ملي بڼه لري؟
د بلي خوانه دآزادو مطبوعاتو په نوم شخصي تلويزوني شبکوته اجازه ورکول کيږي چي دفعاليت اجازه ترلاسه کړي،داهرڅه دیوي پټي دسيسې لاندی ترسره کيږي .
ددې تلويزوني شبکو شاته ډيرناڅرګنداوناولي لاسونه کارکوي ددې شخصي چينلونو دا مصارف دکوم هيواد نه راځي داهرڅه يولوی سازش دی چي دا هيوادونه يې پرمخ بيايي ترڅو داوږدمهاله پټو پلانونو له لاري خپلي ګټي خوندي کړي . اوس قضاوت تاسي ته پريږدم،ولي چي يو طرفته يي ملا راته پيداکړي چه که دتلويزيون نوم واخلم هسي نه چه دوزخي شم او بل طرفته زما او ستا نوی نسل دپردو ددې نوي کلتوري ديپلوماسۍ په وجه خپل طبیعی افغان هويت هم له لاسه ورکړي او ورکوی يې .
",دا زموږ زېبا وطن - دا وطن مو ځان دی - دا افغانستان
2952,,"
٣ غويی ١٣٨٤
د زابل په ولايت کي پر موټرسايکل ګرځېدلو بنديز لګېدلی دی
د زابل ولايت امينتي مسولينو د نا امنيتۍ دمخنيوي په خاطر د راتلونکو دوو اوونيو لپاره د موټرسيکل پر چلولو او پر هغوی باندي د تېلو پر پلورونکو بنديز لګولی دی .
ويل کيږي چي په وروستيو کي يو شمېر برېدونه د طالبانو له خوا پر موټرسيکل سپرو کسانو تر سره کړي دي .
دزابل ولايت امنيتي چارواکو خبريالانو ته ويلي دي چي د راتلونکو دوو اوونيو په اوږدو کي پر ټولو موټرسايکل چلوونکو د پېژندني ځانګړي کارتونه وويشي . چي وروسته به موټر سيکل چلوونکي د کارت په ښودلو سره موټرسايکل ته تېل اچولای شي .
امنيتي چارواکو اعلان کړی دی چي هر هغه څوک چي غواړي د راتلونکو دوو اوونيو په دننه کښي د خپلو موټرسيکلونو نه کار واخلي مجبور دي چي لومړی د موټرسايکل چلولو د اجازې کارت ترلاسه کړي .
",د زابل په ولايت کي پر موټرسايکل چلولو بنديز ولګېدی
2953,,"
",
2954,عبدالله احسان - هالنډ,"
دا وطن دی ځان زموږ دا وطن ايمان زموږ
وايي په خاپـــــــوړو کي داسي ماشومان زموږ
دا مـــــــــو د بابا وطـــــن دا مــو د دادا وطـــــــــــن
په موږ باندي ډېر ګران دی دا افغــانســـــــــــتان دی
",دافغانستان ملي ترانې بڼه اړول په کلکه غندو
2955,,"
٣ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو د ليسو فارغانو د کانکور د ازموينو د نتيجو د اعلان څخه وروسته پر دغونتيجو نيوکي کړي دي.
دوي د لوړو اومسلکي زده کړو چارواکي په دې تورنو ي چې په نتيجو کې يې لاس وهنه کړي ده او خپل خپلوان يې په ټيټو نمرو د کابل لوړو تعليمي موسسو ته او دوي يې د ښو نمرو په لرلو سره بيا هم دلرو پرتو ولايتونولوړوتعليمي موسسو ته معرفي کړي دي.
ددوي په وينا د لوړو زده کړود وزارت مخې ته امنيتي کسانو دوي وهلي ټکولي هم دي.
",دکانکور په نتيجو د دفارغانو نيوکي
2956,,"
٣ د غويی ١٣٨٤
د المان په هنري فسټيوال کې درې افغاني فلمونو : خاوره او ايره، نيلوفر په باران کې او درې ټکو (سه نقطه) ته جايزې ورکړل شوي.
په دغه فسټيول کې لومړۍ جايزه درې ټکوته ورکړل شوه او پاتي دوو فلمونو ته هم د ښه فلم ليک اوفلم جوړونکي جايزې ورکړل شوي..
",د المان په فلمي فسټيول کې درې افغاني فلمونو جايزي واخېستې
2957,غفور لېوال - واشنګټن امريکا,"
غفورلېوال ٢٣ اپرېل ٢٠٠٥ واشنګټن
ددوه زره پنځم كال داپريل په يوويشتم ماښام دامريكې په پلا زمينه واشنګتن ښاركې دا فغاني سفارت او نشنل جيوګرافيك سنټر په مټ دافغان لرغونپوه ښاغلي زمريالي طرزي د هڅو او په ټوليزه توګه دافغانستان دلرغونوآثارو په هكله ديوه فلم پرانيستنه وشوه ، چې (( دافغانستان وركې خزانې )) نوميږي . په دې فلم كې دباميان دسترو بوداګانو راپرځېدل وښوول شول خو تر څنګه يې په سيمه كې ددرييم بودا چې په (( ويده بودا)) مشهور دى ،دموندلو لپاره دښاغلي طرزي هڅې او برياليتوبونه هم دپام وړ وو. دفلم جوړونكي باور لري چې دا په نړۍ كې تر ټولو ستر ه مجسمه ده چې اوږدوالى يې د ايفل تر برجه هم ډير دى . ښاغلي طرزي وويل، له ډيروڅېړنو او كيندنو وروسته موددغه بودا دپښو يوه برخه وموندله ، خو كله چې ډاډه شوم هغه دلته دى نو كاريګروته مې وويل چې بيرته خاورې پرې ورواړوي چې بيا بل وخت په ډاډ اوحتياط سره كيندنې پرې وشي. دفلم بله په زړه پورې برخه دطلا تپې دقيمتي خزانې په هكله وه چې له نيكه مرغه تر اوسه دولسمشرۍ په ما ڼۍ كې خوندي ده . د ويده بودا رابرسيره کېدل په نړيواله سطح يوه ستره فرهنګي پېښه ده،وړاندوينه کيږي چې ددغه بودا تاريخي ابهت اواهميت به دمصر له اهرامونو سره برابر وي٠ياد شوي فلم عاطفي جوړښت درلوده چې دليدو پرمهال يې پر ځينو افغانانو بر سيره بهرنيانو هم خپلې اوښكې تم نه شوې كړاى. ما له خپلو اوښكو سره څو كلېمې هم مل كړې چې دلته يې لولئ:
وركه خزانه
بودا!
ويده شه
دتاريخ تر خر وارونو خاورو لاندې آرام وغځيږه
لا (( اپه ګان )) دخپل نيكه څېره دغم دغبار شاته ويني
لا شغهار دغشيوخيژ ي لا ګوربت زخمي دى
او د ((لوى غر )) د ذهن ځالې له لمبو ډكې دي
لا پښتين نه شي اوريدلاى ستا د سترې ډ برينې سينې ورك درزونه
لا تور شيطان د (( براهې )) ګردونه مينځي د (( سيندو )) پر اوبو
لا هم پر موږه لمر دتور دجال له كوره خيژي
لاستا ددواړو تنديسونو له سوغاړو نه دودونه خيژي
بودا!
ويده شه
په آرام پريوځه
هو دا ريښتيا ده چې بخدي كې كې يې د (( ساك )) دپاچا ښكلې لور بربنډه كړله
طلا غونډۍ كې يې دسرو زرو له تاج څخه هډوكي تش كړل
خو ته ويده شه
ته آرام پريوځه !
دبخدينۍ شهزادګۍ روح لا له ګاڼو سره په كور پاتې دى
لا له سيندو يا له آمو څخه اوښتى نه دى
لا خو دساك دلور دګڼ كميس پاولي شرنګيږي
او لا دستر نورستان (( لام )) په (( الينو )) مين دي
لاهم ددنګو پكتانيو د قمې زرين لاسوندي بريښي
نو ته ويده شه، ته آرام پريوځه!
دبخدينۍ پيغلې ښايست ته مې سلام دى بودا
ستا دخوبونو پريشانۍ ته مې هم پام دى بودا
زه لا دزروكلوشاته بخدينۍ وينمه
چې اووه كنيزې پرې چاپيرې دي سينګار يې كوي
څوك يې باولۍ ، څوك يې والۍ څوك يې پېزوان سموي
څوك يې په هسكه سينه ږدي د (( سات ديوا )) زر څېره
بودا ښايست ته يې حيران يم خو ويريږمه پرې
چې څوك يې نن را نه هډونه له سيندو تير نه كړي
يا خو يې غلۀ د لا جوردو له آمو تير نه كړي
زه هم پوهيږم زړه مې ريږدي خو ويده شه بودا
ته دتاريخ د خروارونو خاورو لا ندې پټ شه
چې زه دخپلې بخدينۍ ښكلې ګاڼې وساتم
بودا ويده شه
ته خو ښه خبر يې
چې ستا دهډ هډ ماتوونكي څوك وو
تا خو دخپلو تنديسونو پرځېدل ولېدل
چې له (( ارك هنډ )) څخه ورهاخوا يې ديوان نشه كړل
نو ته ويده شه، په آرام پريوځه !
كله چې ما د ارشاك توره بيا په لاس ونيوه
او كانيڅكا مې بېرته راوست د باګرام ماڼۍ ته
كله چې لمر له پكتيانا څخه راوخوت او سوريا وخندل
ګندهارا ته چې مرغۍ له پرښاپوره راغلې
چې آسمايي بيا د ويشنو دپلاز بيرغ پورته كړ
او روهيليو دكوترو سپين خيلونه په هوا پورته كړل
بيا به ارجن له بهارته راشي
كليو پاترا به دنيل غاړې څخه راوړي زر مصري آسونه
آشيل به راشي دزيئوس پيغام به راوړي طلايي بګۍ كې
او سكندر به خپل زرين تاج ستا پښو ته كيږدي
زرتشت به راوړي د بخدي پيغلې ولور كې د كوبا ارغوان
اود روم پيغلې به ګاڅونو ته نڅيږ ي له لنډيو سره
اراكوزي زلمي به اچوي د څڼو څپې مست اتڼ ته
او هيندوګۍ راڼۍ به ناڅي دخيبر اتڼ ته
سمرقندي كوڅۍ به څرخي كاكړۍ غاړو ته
او هيندوكڅ به له پامير سره پيالې كړنګوي
بيا به نو تا راويښوو له اوږده خوبه بودا
بيا به دې باسو دتيارو له تور آشوبه بودا.
ددوه زره پينځم كال داپريل يوويشتمه
واشنگتن ښار-امريكه
- اپه ګان : دافغان لرغونې بڼه
- ګوربت : په ميدان وردګ كې ديوه غره لرغونى نوم دى
- لوى غر : د لوګر لرغونى نوم
- سيندو : نننى اباسيند، يونانيانو اندوس باله
- بخدي : دبلخ زوړ نوم
- - ساك : ساكيان دافغانانو هغه لرغونى پښت و ،چې سلګونه كاله يې پر هېواد واكمني درلوده.
- طلاغونډۍ : طلا تپه چې زرګونه لرغوني زرين آثار ور څخه موندل شوي.
- بخدينۍ : بلخي شهزادګۍ
- لام : دنورستان په افسانو كې هغه پهلوان دى چې په شهزادګۍ الينو مين و.
- الينو ( الينا) : دنورستاني افسانو اتله ، د لام معشوقه او دافسانوي ښكلا خاونده، د الينګار اوسنى نوم هم له همدې څخه اخيستل شوى او مانا يې د الينا مېنه يا كور دى.
- سات ديوا : ديوا په سانسكريت كې ځواكمن واكمن ته وايي چې د اوستايي دورې ارباب الا نواع به يې په دې القابو نومل ، سات ديوا دساتونكي ځواكمن په مانا ده ، چې زرينې مجسمې به يې دشاهي كورنۍ له مړيوسره خښولې چې ګواكې د هغوساتنه وكړي.
- ارك هنډ : د اټك زوړ نوم .
- ارشاك : آريايي اتل
- كانيڅكا : كانيشكا نامتو افغاني واكمن
- كوبا : دكابل زوړ نوم
- پرښاپوره : دپېښور زوړ نوم
- آسمايي : په كابل كې ددغه غره نوم له دوو ريښو آسه يانې نيكمرغي او مايي يانې مور څخه جوړ شوى چې مانا يې دنيكمرغي مورده.
- ويشنو : له هندي ارباب الانواعو څخه
- ارجن : هندي اتل، د مهابهارت په اتم پرب ( فصل) كې يې له خپل تربور كرن سره دجګړو كيسه راغلې.
- كليو پاترا : نامتو مصرۍ ملكه
-آشيل او زيئوس : ديوناني اساطيرو دوه نامتوڅيرې
-ګاڅونه : ګاتهونه يا ګيتونه زاړه اوستايي سرودونه چې دهېواد دلرغوني فرهنګ وياړمنه برخه ده.
- اراكوزې (اوسنى كندهار) پكتيانا (اوسنۍ پكتيا)، ګندهارا (اوسنى ننګرهار) دلرغوني افغاني مدنيت درې مهم منځي ( مركزونه ) .
- هيندو كڅ : هيندوكښ اوسنى هندوكش.
",د افغانستان ورکې خزانې
2958,,"
٤ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې يوه ښځه د نارواجنسي اړيکو په تورسنګ ساره شوی ده.
ويل شوي دي چې دغه وژنه پرون سهار وختي د بدخشان ولايت په شمال ختيځ د ارګو په ولسوالۍ کې تر سره شوی ده.
د ځايي حکومت يو چارواکی دغه وژنه تايد کړی ده خو د حکومت لاس لرنې يې نه ده ياده کړي او ويليدي چې په دې اړه پلټني رواني دي.
",په افغانستان کې يوه ښځه سنګساره شوی ده
2959,,"
دغويي ٤ مه، پژواک خبري آژانس
نظرآباد علمي او کلتوري ټولنې دعلامه پوهاند استاد عبدالشکور رشاد په ياد د غويي په درېېمه نېټه غونډه جوړه کړه.
په غونډه کې چې سلګونو تنو ليکوالانو ، شاعرانو ژورنالستانو او دعلم او ادب مينه والو په کې ګډون درلود د ادبياتو د پوهنځي پخواني رئيس استاد فضل ولي ناګار، پوهاند ډاکتر زيورالدين زيور، استاد پوهيالي لال پاچا ازمون، دننګرهار مديوتيک مشرعبدالغني هاشمي، دلاور نظېرزى شېرزاد، ددولت دقضاياو درياست مرستيال مولو ي محمد هارون عابد او ګڼونورو ګډونوالو وينا وکړې.
غونډه د د ې ټولنې د مشر وتلي ليکوال او شاعر قاضي محمدحسن حقيار پر وينا پيل شوه چې، په ترڅ کې يې دارواښاد پوهاند رشاد په اړه مقالې ولوستل شوې، بيا مشاعره وشوه چې، شاعرانو په کې درانه ارواښاد ته دعقيدت نذرانې وړاندې کړې،په دې غونډه کې دهيواد دنوم وتوممثلينو له خوا دوه په زړه پورې تمثيلي پارچې هم وړاندې شوې چې، دګډونوالو دځانګړې پاملرنې وړ وګرځېدلې.
پوهاند ډاکترزيور په خپلو څرګندونو کې وويل: (( که د سلو پوهانو پوهه يوځاى شي نود استاد رشاد پوهې ته به ونه رسېږي. ))
نوموړي زياته کړه چې، استاد لويه پوهه او شخصيت درلود او اويا کاله يې ادب ته خدمت کړى وو او هم يې له چارواکو څخه ډېره استغنا درلوده.
محمد حسن حقيار په خپله ويناکې وويل چې، استاد د خپل علمي او پوهنيزې لوړې کچې تر څنګ سياسي تقوا هم درلوده.
نوموړي زياته کړه: (( د استاد رشاد ځاى به تر ډېره وخته تش پاتې وي. )
په غونډه کې داستاد عبدالعزيز له خوا د نورزيه حقيار هغه شعر چې ،د استاد د رحلت پرمهال يې ليکلى وو هم ولوستل شو.
د يادونې وړ ده چې د نظراباد علمي او کلتوري ټولنې دوه کاله مخکې د ننګرهار ولايت، سره رود ولسوالۍ، د نظراباد په کلي کې جوړه شوه چې د ننګرهار پوهنتون ته څېرمه پرته سيمه ده او موخه يې په هېواد کې کلتوري او ادبي خدمتونه ترسره کول دي ",نظرآباد علمي او کلتوري ټولنې دعلامه رشاد په ياد غونډه جوړه کړه
2960,,"
غويى ٥، ١٣٨٤
کابل: د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د يوې چاودنې په ترڅ کې يو رومانيايي سرتېرى د يکشنبې په مازيګر هغه وخت ووژل سو او دوه نور ټپيان سول چې ددوى د ګزمې ګاډى د سړک له غاړي په يوه خښ سوې ماين وخوت. په ارغنداب کې امنيتي چارواکي وايي چې له دې ګاډي سره څلور نور د ګزمې موټران هم کندهار ته په لاري چې دا چاودنه پېښه سوه. زمرى خان، د ارغنداب ولسوال وايي چې دا له لېري څخه کنترولېدونکى بم و چې طالب جنګياليو ايــښى و. طالبانو هم په خپل وار، د پېښي پړه په غاړه اخيستي ده. رومانيا په اوس مهال کې په افغانستان کې د ٥٠٠ شاوخوا سرتېري لري چې له نړيوالو سوله ساتو او د امريکا په مشرۍ په ټلوالي ځواکونو کې په کار بوخت دي.
په رومانيا کې د دفاع وزارت چارواکو د يوه سرتيري د وژل کېدلو او د دوو نورو د ټپي کېدلو پخلى کړى دى. طالب جنګياليو په دې وروستيو کې په سهيلي ولايتونو کې، په تېره بيا کندهار او زابل کې خپل مرګونې بريدونه زيات کړې دي چې يو شمېر سيمه ييزو خلکو ته يې د سيمي د بې ټيکاوه کېدو انديښني پيدا کړي.
",د کندهار په چاودنه کې يو بهرنى سرتېرى ووژل سو
2961,,"
نن سهاروختی یوه یوکراینی الوتکه دکابل په هوایی ډگر دکښینستوپه مهال پرواز له کرښی ووته اود اور دلمبو شومه شوه . دروسی ساخت داکارگوالوتکه له ډوبۍ څخه کابل ته الوتی وه .راپورونه وایی چی دالوتکی شپږ سره سپرلی سخت ژوبل سوی خوسملاسی نه دپیلوت اونه یی هم دسپرلیو هویت ځرگند شوی
__________________________________________________
",نن سهار په کابل کي يوه الوتکه د اور لمبه شوه
2962,,"
٥ د غويی ١٣٨٤
د کندهار ولايت څخه د راپورونو له مخې طالبانو د ريګستان په ولسوالۍ برېد کړي و. د سيمه ايزو چارواکو په وينا د نښتو په ترڅ کې دوه سرتيري او څلور تنه طالبان وژل شوي دي.
خو طالبان دا ردوي او واي چې حکومت ته زيات تلفات اوښتي او د طالبانو يواځې يو تن ژوبل شوی دی.
دا نښتي په داسي وخت کې کيږي چې افغان او نړيوالو ايتلافي ځواکونو د کندهار ماله جات کلا بند کړی ، ځکه چې له هغه ځايه په ښار راکټونه توغول کيدل.
",د کندهار د ريګستان په ولسوالۍ کې نښتي شوي دي
2963,,"
غويى ٥، ١٣٨٤
کابل: شريف بسيوني افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ځانګړى استازى له خپلې دنده له هغه وروسته ګوښه سو چې په افغانستان کې يې په امريکايي چارواکو له بشري حقونو څخه د سرغړوني له امله سختي نيوکي وکړي. ښاغلى بسيوني چې د مصر تبعه دى په افغانستان کې يې له افغان بنديانو سره د امريکايي ځواکونو له لوري د ناسم چلند په اړه په ډانګ پېېلي خبري کولي. ده تېره اونۍ د بشر د حقونو د څار ډله Human Rights Watch دې ته وهڅوله چې د امريکا د دفاع وزير او د څارګرۍ د اداري د مشر د ځانګړي محاکمې غوښتنه وکړي د کوم په ترڅ کې چې له دوى څخه بايد په عراق او افغانستان کې د بنديانو د ځورولو او شکنجه کولو په اړه پوښتني ګروېږنې وسې.
",افغانستان ته د ملګرو ملتو د بشري حقونو استازى له دندي ګوښه کړاى سو
2964,,"
٥ غويی ١٣٨٤
تېره شپه ناوخته د کندهار ښار شمال خوا ته د لويي ويالې په سيمه کي د پوليسو يو موټر پر ماين وخوت . دا چاودنه په داسي حال کي رامنځته شوه چي تر دې لږ مخکي د کندهار دارغنداو په سيمه کي د سوله ساتو ځواکونو د رومانيې پر يوه ټانک باندي بريد شوی و .
دامنيې قومندان د دواړو پيښو پړه پر طالبانو ور واچوله .
د کندهار د امنيې قومندان جنرال سالم خبريالانو ته وويل چي د لويي ويالې د ماين په چاودنه کي موټر په مکمله توګه له منځه تللی خو ځاني زيان يې نه دی اړولی .
د پرون ورځي د ارغنداب په پېښه کي د يوه تن رومانيي پوځي د مړيني خبر ورکول شوی دی . په لاندني انځور کي د سوځيدلي ټانک د ټاير يوه ټوټه ليدله کيږي .
",د کندهار په لويه وياله کي چاودنه وشوه
2965,,"
٥ غويی ١٣٨٤ کابل
افغان ولس مشرحامد کرزی اندونیزیاته دخپل سفرپه اوږدوکي دجاپان اوهند له لومړیو وزیرانو دایران له مرستیال جمهورریس ، دملگروملتونوله عمومي منشي کوفي عنان اودپاکستان له ولسمشر جنرال پرویزمشرف سره وکتل .ددولت دریاست دمطبوعاتوله دفتر څخه په خپاره شوي بیان کي راغلي چي جمهورریس کرزی دجاپان له لومړی وزیر سره په افغانستان کي دبیارغوني او دبي وسلوکولو اوملکي ژوند ته دستنیدني په برخه له ولس مشرمشرف سره یې له ترهگرۍ سره دمبارزې دملگروملتونو له عمومي منشي کوفي عنان سره په هیوادکي په راروانو پارلماني انتخاباتو اوپه افغاني ټولني کي دښځو په برخه اخیستنې خبري کړي .ښاغلي جمهورریس به داپریل په څلرویشتمه په پلازمینه جاکارتا کي داسیا اوافریقا ترمنځ دباندنگ په نامه داقتصادي اوستراتیژیکوهمکاریو دکنفرانس گولدین جوبلي ته ورشي او وروسته به داندونیزیا له جمهورریس سوسولیو بامبانگ یودهیونو سره وگوري .
",ولسمشر کرزي د اندونيزيا په سفر کي
2966,,"
٧غويی ١٣٨٤
هوايي بيړيو ته د پيلوټانو دليږلو بېړۍ چي د روسيې د پوهانو په غوښتنه جوړيږي .
دا بيړۍ چي د(( کليپير)) klepir څو ځليز استعمال دهوايي بيړۍپه نامه نومول شوي ده (( ۱۴،۵)) ټنه وزن لري او فضا ته له ځانه سره فضا ته د(( ۷۰۰ )) کيلو گرامه او له هغې خوا مځکي ته د ((۵۰۰))کيلو گرامه بار د راوړلو ظرفيت لري .
دا بيړۍ دروسيې دنورو هوايي بيړيو په پيمانه دپيلوټانو لپاره دناستي زيات ځاي لري ،لکه په يوه عادي الوتکه کښي .دا بيړي پخپل نوع کې کاملا نوي اوپه زياتو مډرنو نوتخنيکي وسايلو او الاتو مجهزه ده، ددې هوايي بيړۍ په وسيله به ((۲۵ ))ځله فضا يي ستيشن ته پيلوټان ورسول شي .
ددي بيړۍ لمړۍ سفر چي دبلي الوتکي پواسطه به تر سره شي سږکال په دوبي کښي دلمړي ځل لپاره له مسکو نه پاريس ته دۍ
", فضاته د پيلوټانو او پوهانو د ليږدولو نوې بيړۍ جوړيږي
2967,افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ,"
په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون
دخيبر دره د افغان ځلاند تاريخ د سرښندنو او کارنامو يوه داسي پاڼه جوړوي چي د افغانستان د خپلواکۍ او د افغان د ازاد ژوندانه کيسې بيانوي .
د (( AVT خيبر )) تلويزيوني چينل چي پښتنو يې د خپرونو د پيل تود هرکلی وکړ او داسي يې انګېرله چي نوموړی تلويزيون به د افغان تاريخي برم او د افغانانو هويت لا پسي وځلوي ، پښتو ژبه به شتمنه کړي او د ټولو پښتنو تاريخي ارزښتونه به نه يوازي دا چي خوندي کړي بلکي وبه يې پالي .
خو په ډيري خواشينۍ سره خبر شوو چي د افغانستان يوه ملي سندره يې يچ د استاد اولمير په خواږه ږغ کي خپره شوې او د افغان ماشومانو ته د دادا او بابا د خاوري بيان او د خواږه افغانستان داسي درس ورکوي چي پېړۍ پېړۍ به له يوه نسل نه و بل ته پاته کيږي ، د يوه بل هنرمند په خوله بې خونده کړې ، پيکه کړې ، او د افغانستان د نامه پر ځاې پکښې د پاکستان نوم راغلی دی خپره کړې ده .
موږ د (( AVT خيبر )) دا عمل يوه غټه تېروتنه او اشتبا ګڼو او باور لرو چي (( AVT خيبر )) به په دا ډول کړنو خپل پښتانه ليدونکي او په ځانګړې توګه افغانان له ځانه پردي کړي او خپل اعتبار به له لاسه ورکړي .
په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه په داسي حال کي چي د (( AVT خيبر )) د چارواکو د هنري او کلتوري خدمتونو درناوی کوي او د پښتو ژبي د پرمختګ په لاره کښي ددوی د خدمت ستاينه کوي ، ددغي سندري د اړول شوې بڼي خپرول ناسم ګڼي او هيله لري چي (( AVT خيبر )) په راتلونکي کي په دې ته ورته کړنو لاس پوري نه کړي ، ددغي اړول شوي سندري د خپرېدو مخه ونيسي او د لر او بر ټول افغان ولس د درنښت له پاره د ملي شاعر ملنګ جان شعر د استاد اولمير په ږغ کي ( هغه چي اوس د افغانانو په يوه ملي ترانه اوښتې ) خپره کړي .
افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ
٥ غويی ١٣٨٤ لمريز
",په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون
2968,نظيفه غزل,"
وربل د ولسپالو افغان ځوانانو انټرنټ پاڼه ده، چي د٢٠٠٤ زيږديز کال د اګست له لومړۍ نيټې راهيسي د نړيوال جال (انټرنت) په ډګر کي په دوو ژبو (پښتو او انګليسي) په پرله پسې توګه ازادي او ناپېيلي خپروني کوي.
دا پاڼه تر ډيره د ښځو او ښځينه ادبياتو او په ټولنه کي د ښځو د ستونزو ږغ دى، چي د نړۍ په هر ګوټ کي د افغانانواو نړيوالو تر غوږونو رسيږي . ددې تر څنګ وربل د ولسپالو افغان ځوانانو ليکني، پيغامونه، اعلامېې خپروي، دغه راز د افغاني کلتور او ادبياتو په وړاندي د هر ډول کلتوري يرغل پرضد ليكنې خپروي . په دې برخه كې له هېچا سره معامله او مصلحت نه كوي.
ولسپال افغان ځوانان چي له ٢٠٠٢ زيږديز کال راهيسي په افغانستان کي د پرديو هېوادونو د کلتوري يرغلونو پر ضد په پرله پسې ډول مبارزه کوي، د جوړښت له مخي په هيواد او بهر کي هغه ښځينه او نارينه افغان ځوانان، ليکوال، ژورناليستان او د ملي احساس څښتنان دي، چي د يوه ملي او کلتوري غورځنګ په څير په ټينګه د خپل افغاني هويت ، افغاني کلتور او ادبياتو، ملي وياړونو، ملي ژبي، ملي ټرمنالوژۍ، ملي او تاريخي شتمنيو دفاع کوي او له هر ډول پردي کلتوري يرغل او ملي خيانت څخه پرده پورته کوي او په وړاندي يې په خورا زړورتيا دريږي.
په دې وروستو کي وربل د ولسپالو افغان ځوانانو يو شمير ليکني په پرله پسې ډول خپرې کړي، چي په هغو کي د افغانستان ملي ټرمنالوژۍ ته د ګواښ او پر افغانستان د ايراني کلتور او ټرمنالوژۍ د ورتپلو موضوع راسپړلې، دغه راز يې يو شمير ملي ضد څېرې بربنډي كړي، چي له مخي يې وربل ويبپاڼه د افغاني کلتور، ژبي، هويت او ملت ضد دښمنانو په سترګو کي اغزی ګرځيدلې وه، چي بالاخره وربل ويبپاڼه د همدغو ملي ضد ستميانو له لوري دروان کال د اپرېل مياشتې پر ٢٢ مه نېټه د کابل پر وخت د سهارپر څلورو بجو او ١٩ دقيقو د انټرنيت له مخي په ډېره بېرحمۍ سره ړنګه كړاى شوه او ټول هغه مواد چي په دې پاڼه کي ځای پرځای شوي وو- له منځه يوړل شول.
د وربل د ړنګيدو پر وخت د وربل سرور (د خدمت وړاندې كوونكي) چي له خپل ځان سره د کمپيوټر وروستۍ شمېرې (ای پي) ثبت کړي، چې په دې ډول دي 195.229.241.187 دا شمېره چي وروستۍ شمېره ده هغه ورځ د کابل پر وخت د سهار پر څلورو بجو او دوو دقيقو وربل ويبپاڼي ته دننه شوې وه . چي د دې تر مخه په هغه ورځ د کابل پر وخت د سهار پر درو بجو او ٣٨ دقيقو 84.217.60.166 باندي دغه شمېره د پاڼي په سرور کي ثبت ده. نوموړي دواړي دننه شوې شمېرې د نړيوال نيټورک شرکت له خوا تر څارني لاندي دي.
د ورانکارو هغه ارمان هم پوره نه شو، چې غوښتل يې د اوربل ويبپاڼي نوم او نوښان ړنګ شي او بيا يې څوك له ليكنو ګټه وانخلي.
ټولو پر وطن او کلتور مينو افغانانو او د وربل د پاڼي مينه والو ته زيری ورکوو چي د پښتني پېغلو وربل او د ولسپالو افغان ځوانانو ا نټرنټي مرکز د ورانکارو له منګولوڅخه وژغورل شو او يو ځل بيا يې د پخوا په شان د ملي ضد عناصرو زړونه ولړزول، خو د خپلو مينه والو زړونه يې خوشحاله کړل.
ژوندي او ګړندي دي وي ولسپال افغان ځوانان
نظيفه غزل
د وربل پاڼي مسووله
پنځلسم سړک ، وزير اکبر خان مېنه
کابل- افغانستان ",وربل د ورانکارو له منګولو وژغورل شو
2969,,"
سره له دي چه اوس انسانان په پوره توګه د سرطان څخه نشي جوړيداي ، خو د سرطانونو د وقايې او علاج له حقايقو څخه څرګنديږي چه د سرطانونو په هکله د انسانانو پيژندنه ورځ په ورځ ژوريږي او د زياتو ډولونو سرطانونو د وقايې او علاج په ساحه کي اطمينان يي هم قوي کيږي ، له تجربو څخه ښکاري چه د پاتولوژي ميکروب لکه ويروس او ميکروب نه يوازي د ډول ډول ناروغيو د رامنځته کيدو اصلي سرچينه ده ، بلکي د سرطانونو د پيدايښت عمده علت هم دی . د نړۍ روغتيايي سازمان او د امريکي د سرطان څيړونکي ټولنې د وروستيو کلونو راهيسې په امريکا او نورو هيوادونو کي د سرطانونو په باب احصايې او څيړنې وکړې او د لومړي ځل دپاره يي دا نظر وړاندي کړ چه د ويروس او ميکروب عفونيت د سرطان د رامنځته کيدو يو مهم علت دی، خو دغه نظر پخوا د زياتې توجه وړ نه دی ګرزيدلی .
د نړۍ د روغتيايي سازمان د احصايې لمخې په نړۍ کې يو په دريمه برخه سرطانونه د سګريت څکلو له امله رامنځته کيږي چه نور دوه په دريمه برخه سرطانونه د ناوړې تغذيې ، چاغوالي ، کم ورزشي او عفونيت له امله راپيداکيږي چه عفونيت د ناوړي تغذيې ، چاغوالي او کم ورزشي په مقايسه ډير خطرناک علت بلل کيږي . تر اوسه پوري ثابته شويده چه په سلو کي اولس سرطانونه مثلا د جګر ، معدې او د رحم په غاړه سرطانونه د عفونيت له امله رامنځته کيږي . خو په پرمختللو او پرمختيايي هيوادونو کي د سرطان د پيدايښت تناسب بيل دی په بله ژبه په پرمختللي هيوادونو کي د ناروغيو د وقايې او د بدن د عمومي معاينې په ساحه کي لازم او پروخت تدبيرونه نيول کيږي ، نو د سرطانونو د رامنځته کيدو ميزان ټيټ دی . خو په
پرمختيايي هيوادونو کي عمومي معاينه په ټاکلي وخت کي نشي ترسره کيداي ، نو د سرطانونو پيژندنه هم پخپل وخت صورت نه مومي .
د معدې سرطان د څلورو خطرناکو سرطانونو څخه شميرل کيږي چه اوس ددې سرطان د رامنځته کيدو علت څرګند شويدی چه د ايچو پي په نامه مکروب لخوا رامنځته کيږي . نو اوس د معدي د سرطان د وقايې په هکله ګټورې تجربې راغونډې شويدي ،مثلا د معدي په سرطان له اخته کسانو څخه په سلو کي ديرش برخه نامعقول غذايي عادت لري يعني د اوږدې مودې دپاره مالګين ، کباب او خراب شوي خواړه خوري او يا له حده کم الياف لرونکي خواړه خوري . د احصايي لمخې په تيرو وروستيو کلونو کي په اروپا کي د معدې په سرطان اخته کسان په سلو کي پنځوس کم شويدي چه علت يي دا دی چه دوي کم کباب او مالګين شوي خواړه خوري او زياتې ميوې ، سبزې ، شيدې او لبنيات خوري چه په نتيجه کي د وينو د فشار او زړه ناروغان او د معدې په سرطان اخته کسان کم شويدي . بل علت يي دا دی چه په اروپا کي سګريت والا کم شويدي ځکه چه د سګريتو زيات څکل هم د معدي د سرطان د رامنځته کيدو سبب دی په تيره بيا د ډوډۍ خوړلو په وخت کي سګريت څکي .
د هغو معلوماتو لمخې چه د نړۍ د روغتيايي سازمان لخوا تازه وړاندي شوي، اوس په نړۍ کي څوارلس مليونه تنه په بيلا بيلو سرطانونو اخته دي او هر کال نهه مليونه داسي ناروغان رامنځته کيږي . له بده مرغه هر کال اوه مليونه تنه د سرطان ناروغان مړه کيږي او له مړه شويو ناروغانو څخه يو په لسمه برخه د سرطان ناروغان دي چه له دې جملې څخه په سلو کي شپيته کسان د سږي ، معدي ، جګر ، کولمو، تي
، خوله او رحم په سرطان اخته شويدي . په چين کي هر کال يو نيم مليون تنه په سرطانونو اخته کيږي او يو مليونه دوه لکه تنه داسي ناروغان مړه کيږي ، په بله ژبه په چين کي په يوه دقيقه دوه تنه د سرطان له امله له دنيا څخه ځي يعني هره ورځ دوه زره اته سوه تنه داسي ناروغان مړه کيږي يا هر کال د يو مليون تنه نفوس لرونکي ښار تباه کيږي . د امريکي د سرطان د ټولنې لخوا د وړاندي شوي راپور سره سم سږ کال به څوارلس مليونه تنه په سرطانونو اخته شي او په امريکا کي به پنځه لکه اويا زره تنه د سرطان اخته کسان رامځته شي او هره ورځ به يو زرو شپږ سوه تنه مړه شي . ",د سرطان د رامنځته کيدو د علتونو په باب نوي نظريې
2970,,"
٦ د غويی ١٣٨٤
د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی دې چې دوي د غير قانوني نشه يې توکو يو لوي افغان قاچاق وړونکی نيولې دی.
دوي هغه يو داسې کس بولي چې د هرويينويا پوډرو د قاچاق له کبله د نړۍ د لويو قاچاق وړونکو څخه يو دی چې د نيولو لپاره يې ډېري هلې ځلې کيدلي.
فډرالي څارنوالان واي چې د بشر نورزي نيونه به په افغانستان کې د نشه يې توکو د غير قانوني کاروبار لپاره يو لوي ګزار وی.
د کندهار هغه ښاريان کوم چي حاجي بشر له نژدې پېژني وايي چي حاجي بشر د روسانو سره دجهاد په وخت کي په مقاومت کي فعاله ونډه لرله ، او بيا يې د ډاکټر نجيب الله دحکومت تر ړنګېدو ورسته دخپل منځيو جګړو او چورتالان په دوره کي تر ټولو لومړی د کندهار د سنګيسار په ولسوالۍ کي د طالبانو د تحريک د پيل لومړنيو کسانو خپله وسله وسپارله او ملکي ژوند ته راستون شو .
حاجي بشر ٣٨ کاله مخکي د کندهار دښار لويديځ خواته په ميوند ولسوالۍ کي زېږېدلی دی . او د طالبانو د اسلامي غورځنګ د پيل له وخت څخه بيا د طالبانو د امارت تر جوړېدو پوري يې د اسلامي امارت سره مرستي کړي دي .
حاجي بشر د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د يوې اوونۍ لپاره د امريکايي پوځونو له خوا زنداني شو ، تر خوشي کېدو وروسته پاکستان او بيا په ډوبۍ کي مېشت شو .
اوسنيو طالبانو د حاجي بشر نورزي په اړه وويل چي د دوی سره يې هيڅ راز مرستي نه دي کړي او نه هم په دې وروستيو کي د هغه په اړه مالومات لري . هغوی د هغه نيول د يوه مسلمان په توګه وغندل .او پر امريکايانو يې تور ولګاوه چي هر هغه سړی چي تر سترګو يې بد ايسي دطالب او القاعده په تور نيسي او بندي کوي يې .
",حاجي بشر امريکاته د تګ پر وخت نيول شوی دی
2971,کوچۍ,"
ورځ پاڼه ساينس:
د امريکااو برطانيي د څيړونکوله نظره د جنوبي قطب يخونه (ګلشرز) د مځکې د تودوخي له امله په ډېره چټکۍ ويلي کيږي.
دغه څيړنې د يخيو په ٢٤٤ ډېرو لويو ټوټو تر سره شوي چې د هغو په ٨٧ سلنو کې يې په تيرو پنځو لسيزو کې کوچنيوالې تر سترګو کيږي.
د څيړونکوپه وينا دغه يخي په تيرو پنځو کالونو کې هر کال تر پنځو مترو پورې ويلي شوي دي چې د تيرو پنځوسو کالونو پر پرتله يې چټکتيا ډېره زياته وه.
د دغه يخونو د ويلي کيدلو پايلې به د اوبو سطحه نوره هم لوړه کړی او دا د هغه هيوادونو لپاره د زياتې انديښنې خبره ده ، چې د سمندر د سطحې څخه لاندي پراته دي .
",د جنوبې قطب د يخيو ويلي کيدل ګړندي شوي
2972, احمد فواد (لامع),"
چې ډولۍ د يار وړل کيږي خبر راغی
په دردمن زړه مې ګوزار دخنجر راغی
ماخو نه وه ازمويلــــې دغه لاره
څو پرهوښ باندې راتلم داکمـر راغی
چې نصيب مې د تورتم ځنګلو په څېرشو
ماله هله دسپـوږمۍ مخ قـــدر راغی
راتر غوږه مې ګوګل نه د زړه ساز شو
چې راويښ شه اې غافله سحر راغی
ما دميـنې ډيوه بله کړه خپل زړه کې
ناببره پرې د مني ګـــذر راغـی
زما له زړه نه د ياقــوتو دانې څاڅي
پرې چې کله ستـا د ميني اثر راغـی
ما د يار لپاره خدای نه قاصد وغوښت
بد خبـر يې د هـــوا په وزر راغی
واړه ښکلي مې نظرنه شوه معدومـه
چې بصر ته مې د ژوند دا سفر راغی
(لامع) ځکه ډير کړيږي خپل غزل کې
چې په مخه يې د ژوند لوی ټکې راغی
نوی ښار-کابل ",د زړه ساز
2973,,"
٦ غويی ١٣٨٤
دامریکادسوداگرۍ مرستیال وزیر ویلیم لاش وایي په افغانستان کي خصوصي سکتور ته دودي ورکولو لپاره یوشمیرامریکایي شرکتونه په دې هیواد کي پانگوني ته راځي .دښاغلي لاش په وینادوی به دبگرامیو صنعتي پارکونوته وده ورکړي اودافغاني سوداگرویوه پنځوس کسیزه ډله به دروزني لپاره دامریکا متحده ایالاتو ته ور وغواړی . دامهال په افغانستان کي درې دیرش امریکایي او اتلس گډا افغان اوامریکایي شرکتونه په انجنیرۍ بیارغوني لوژستیکي اونورو برخوکي کارکوي .
",په هيواد کي بهرنۍ پانګه اچونه
2974,,"
٧غويی ١٣٨٤
دلوي استاد ارواښا د پلارصاحب دمړيني په مناسبت په سويډن کې ددوستۍفرهنگې ټولني دغم شريکۍ او خواخوږۍ پيغام !
په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان مشهورې او پياوړې سياسې او فرهنگې څيرې جان محممد ((پلار)) له دغي فاني دنیانه د ابد لپاره جامي کت کړې .
انالله وانااليه راجعون
جان محمد پلار دپښتو ژبې دتياتر او ډرام پلار و . جان محمدپلار نه يوازي په لوي قندهار کښې بلکي په ټول هيواد کې دهيواد ديو سپيڅلۍ فرهنگي سیاسي شخصيت په څير پيژندل شوې څيره وه، چي دخپل ژوند په ټوله دوره کښي يې يوازنۍ ارزو او غوښتنه د افغان ولس ښيرازي او په گران هيواد افغانستان کښې ددموکراسۍ او اجتماعي عدالت پلي کول وه .
پلار صاحب هغه ستر شخصيت ؤ چي هميشه يې تلاښ کاوه تر څو نورشاه زلمي هيواد ته د فرهنگي او وطنې چوپړ په روحيه ورزي ، ښه مثال او بيلگه يي دپښتو ژبي دراډيو، تلويزيون ، دتياتر او سينما پيژندل شوي څيره ارواښاد استاد ف فضلي ؤ چي څو ورځي مخکي دا افغانې فرهنگ له جونگړي نه دهغه کوچ زموږ لپاره د بيلتوندردونکې لهظه وه .
پلارصاحب هغه څوک دۍ چي دسپينو او رښتنيو دريځونو له مخي يې دپښتو ژبي او افغاني کلتور دفرهنگي غنااو ريالستيکو ادبياتو پر بنياد دهيواد دټولنيز ژوند دريښتني انعکاس په بر خه کې تر ډيرو زيات زيار ايستلۍ او پدي لار کښي دزياتو زحمتونو او کړاونو په گاللو سره دښه نوم خاوند ؤ .
دتل لپاره دپلار صاحب رخصت اخيستنه په افغاني فرهنگې او ادبې نړۍ کښي تر ډير حده داسي يوه تشه ده چي ډکول به يې موږ ټولو لپاره ډير گران وې .
د پلار صاحب له تخلص نه معلوميده چي پلار په خپله ريښته او وطن پالنه کې پلار ؤ .
پلارصاحب نه يوازي دادبياتو ،تياتر او تمثيل په برخه کې پيژندل شوې څيره وه بلکي په لوي قندهار او ټول هيواد کي ددموکراسۍ او اجتماعي عدالت دراوستلو له لمړنيو علمبردارانو او مينه والوهغه څيره وه چي پدي لارکې يي هر ډول قربانۍ او ستونزي ليدلې دې .
رښتيادا ده چي دپلار صاحب ابدي رخصت اخيستنه به موږ له زياتو فرهنگي اوادبي ستونزو سره مخامخ کړې .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگې ټولنه پداسي حال کې چي دپلار صاحب مړينه دهيواددفرهنگي او سياسي ژوندلپاره لويه او جبيره نه کوونکې دلاسه ورکونه او غميزه بولې ، ځانونه د ستر فرهنگي شخصيت ارواښاد پلار صاحب دمړينې په غم کې شريک گڼې ، دمرحوم دکورنۍ ټولو غړو او مينه والو ته دلوي خداي له دربار نه د صبر غوښتنه کوي .
دلوي استاد پلار صاحب روح دي ښاد وي .
وطن ته دچوپړ هغه شمعه چي د پلار صاحب دژونددلوړو ارزښتونوپه قيمت د هغه د ژوند تر وروستيو شيبو روښانه ساتل شوې وه دتل لپاره روښانه وې .
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگې ټولنې دمشرتابه په استازيتوب
حبيب الله غمخور
",ددوستۍفرهنگې ټولني د خواخوږۍ پيغام
2975,ګل اغا احمدي ( وردګ ),"
ګل اغا احمدي ( وردګ ) ٧ غويی ١٣٨٤
د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د مياشتې كودتا او د هغه خونړۍ پيښې هر افغان ته د خپل هيواد په سياسي ډګر كې يو تياره او بدمرغه تاريخ ور په زړه كوي او نوموړې پيښه د هغو ټولو ناخوالو، وژنو، خونړيو جګړو او د هيواد د ويجاړتيا بنسټ ګڼي چې په تيرو اووه ويشت كلونو كې ورسره مخ شوی دى.د غويي د مياشتې خونړۍ پيښه د هيواد د تاريخ په يوه داسې اساس پړاو كې د پخواني شوروي اتحاد د مستقيمې لاسوهنې په ترڅ كې د ځينو كمونيستو كركترونو او شوروي پلوه ډلو له خوا رامنځته شوه چې د سيمې د هيوادونو په څير افغانستان هم د يوه هر اړخيز پرمختګ په لوري نوي ګامونه ايښي او د يوه نسبتا غوره رژيم او قانون درلودونكى وو. د هيواد زياتره خلك خوښ او له خپل ژوند څخه راضي وو، قانون د ژوند په ټولو اړخونو خپلې مهربانې منګولې لګولې وې او د هيواد په پوهنيزو، ټولنيزو، سياسي، كلتوري، اقتصادي، صنعتي او هر اړخيزو چارو كې د پام وړ پرمختګ روان وو.
خو په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې وخت زموږ د هيواد له خلكو سره ياري و نه كړه او د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د اوومې ورځې كودتا مو دهيوادوالو د بخت كاسه نسكوره او په داسې يوه ستر ناورين او توره غميزه يې ورګډ كړل چې له يو نيم ميليون څخه زياتو هيوادوالو خپل ژوند له لاسه وركړ، په ميليونونو معيوب شول، د هيواد ياد شوي بنسټونه يې په ډير بې رحمانه توګه را روان او زموږ ښكلى هيواد يې د پرديو د تباه كوونكيو نظرياتو، وسلو او لاسوهنو په وسيله د تباهۍ كندې ته سم كړ.
سره له دې چې د غوايي د اوومې كودتا څخه وروسته د افغانستان د مسلمانو خلكو د پراخ پاڅون او لويو قربانيو په ترڅ كې تر ټولو لويه پيښه د پخواني شوروي اتحاد او په هيواد كې د شوروي پلوه رژيمونو يو په بل پسې ړنګيدل ګنلى شو خو د ۱۳۵۷ د غوايي د اوومې كودتا پيښې افغان برميال ولس ته داسې لويې لويې او نه حل كيدونكې لانجې په ميراث پريښودې چې منفي اغيزې به يې تر پيړيو پيړيو پورې هم په دې هيواد كې شايد موجوديت ولري چې موږ په دې ځاى كې د نړيوال پرمختګ له كاروان څخه د هيواد ليرې والي ته اشاره كوو.په دې لړ كې له ټولو څخه په لومړي سر كې د زړه سواندي حكومت او مشر درلودل د نړۍ د هر يوه هيواد په هراړخيز پرمختګ كې لويې لويې اغيزې لري چې د غويي د كودتا څخه وروسته افغانستان د دونيمو لسيزو په ترڅ كې له داسې يوه حكومت څخه محروم پاتې شوى دى چې هراړخيزه بڼه ولري او د هيواد زياتو خلكو ته د منلو وړ وي بلكې په هيواد كې د ګوډاګيو او نامنل شوو رژيمونو موجوديت، له هغوى څخه د خلكو كركه او نارضايتي، سياسي بې ثباتي او داسې نور فكتورونه د دې سبب شول چې هيواد مو د پرمختګ له كاروان څخه محروم پاتې شي.د سيمې او نړۍ هيوادونو په تيرو ديرشو كلونو كې د ژوند په هر اړخ كې زياته وده او پراختيا موندلې ده بلكي په نړۍ كې د اوسنۍ حيرانوونكې مادي او معنوي پراختيا د ودې زرينه موده همدا تير ديرش كلونه ګڼلى شو چې متاسفانه زموږ هيواد او خلك د غوايي د كودتا د كرغيړنو پديدو له امله ورڅخه بې برخې پاتې او هغه مادي او معنوي شتمني او پراختيا يې هم له منځه لاړه چې تر هغه مهال پورې يې لاسته راوړې وه. په تيرو ديرشو كلونو كې د نړۍ زياتره هيوادونو د پوهنې، تكلنوجۍ، عمران، سړكونو، ښاري پرمختيا، د وګړو دژوند د سطحې د ښه والي، ملي اقتصادي پياوړتيا او نورو برخو كې حيرانوونكي پرمختګونه سر ته رسولي دي. په دې اړه كه لرې لاړ نه شو يوازې د خپلو ګاونډيو هيوادونو پرمختګ ته ځير شو نو ښكاري چې نوموړو هيوادونو هم ديرش كاله پخوا د افغانستان په پرتله داسې د پام وړ زيات پرمختګ نه درلود بلكي د سيمې هيوادونه تقريبا په يوه درجه د پرمختګ په لور روان وو.خو په دې تيره موده كې چې هيواد او وګړي مو د غوايي د كودتا د ناولو پديدو، جګړو او ورانيو سره مخ وو، د نړۍ زياتر پرمختلليو او مخ په ودې هيوادونو د علمي، اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا په لوري ګړندي ګامونه كيښودل چې هيوادپالو افغانانو يې يوازې له اوښكو څخه په ډكو سترګو ننداره كوله.په اوسني وخت كې زموږ خلك او سياسي نظام ته ښايي چې د ياد شوي شاته تګ په له منځه وړلو كې نه ستړي كيدونكى كار وكړي چې په دې لړ كې تر ټولو مهم او غوره ګام د يوه دلسوزه سياسي رژيم او ولسمشر درلودل دي. افغانانو ته ښايي چې د تاريخ په دې اساس پړاو كې د ورورګلوۍ او سياسي تفاهم سره يو ځاى يو بل ته لاسونه وركړي، له تير دور څخه په عبرت د يوې هراړخيزې سولې او پرمختګ لپاره له اوسني فرصت څخه په زياته پيمانه ګټه پورته كړي څو د نړۍ د هيوادونو په څير زموږ هيواد هم د پرمختګ په لوري سم شي.د غوايي د كودتا څخه راولاړې شوې ناولې او منفي پديدې ډيرې زياتې دي چې د ټولو شرح او شننه يوه ځانګړي كتاب ته اړتيا لري خو په دې ځاى كې به بده نه وي چې د ځينو نومونه په لنډه توګه ياد كړل شي.د دې ناولې پيښې له امله د افغانستان خلك له يونيم ميلون څخه د زياتو تلفاتو په وركولو سره سره له سياسي بې ثباتۍ، بې نظمۍ، لا قانونيت، د سواد د كچې له ټيټوالي، اوږدې كورنۍ جګړې، په هيواد كې د بې شميره ډول ډول تباه كوونكو وسلو له سيالۍ او استعمال، د ماينونو له بې شميره مرګونو كروندو، هر اړخيزې ورانۍ، د مخدره موادو او كوكنارو د كښت او قاچاق له رواج، په مخدره موادو باندې د خلكو له اعتياد، بې كورۍ، غربت، بيلتون پالو ډلو ته د ورانوونكيو اعمالو او افكارو د پلي كولو فرصت برابريدل، ترهګرۍ، د هيواد په چارو كې د پرديو لاسوهنو ته لاره هوارول، د پرديو له غلامۍ او جرمونو سره د ځينو عناصرو او ډلو عادي كيدل، د خلكو تر منځ د بې شميره بديو او دښمنيو پيښيدل، بهرنيو ملكونو ته له پنځو ميلونو څخه د زياتو هيوادوالو كډه كيدل، په نړۍ كې د افغانستان دخلكو په هكله د ناوړه فكر خپريدل، خپلسري، په هيواد كې د ځنګلونو له منځه تلل، د هيواد د ملي اردو د منځه تللو سره سره د يوه غوره نظام او حكومت نشتوالۍ، د چور، تالان او غلا عام كيدل، د خلكو په منځ كې د ناوړه اخلاقو، درواغو،فريب، چل او تيروستلو ترويج، د ملي او شخصي شتمنيو غصب او په سلګونو داسې ناخوالې د افغانستان د خلكو تر منځ زيږولې دي.",دغوايي اوومه ( د غوايي کودتا د پرمختګ دلاري خنډ )
2976,,"
غويى٧، ١٣٨٤
کابل: د ارزګان ولايت په دهراوت ولسوالۍ کې دسې شنبې په ورځ يو امريکايي سرتېرى د طالبانو په يوه غلچکي بريد کې ووژل سو. په بګرام کې د امريکا له پوځې اډې څخه يوه خبرپاڼه وايي چې دا سرتېرى هغه سخت ټپي سو چې دده د ګزمې پر ډله د دهراوت په شمال کې ناڅاپي بريد وسو او وروسته له هغه چې دى په تيرين کوټ کې د امريکايي پوځ سيمه ييزي اډې ته يوړل سو هلته يې ساه ورکړه.
امريکا په افغانستان کې دمګړۍ ١٨٠٠٠ سرتېري لري چې ډېر يې د هېواد په سهيل او ختيځ کې د طالبانو او د القاعدې د غړو لټه کوي. په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري پر دولتي او بهرني ځواکونو بريدونه په پراخه کچه زيات سوي چې ډېرکارپوهان يې د ايستل سوي رژيم دجنګياليو يو ځل بيا رابرسېره کېدنه بولي چې د خلکو په منځ کې يې اندېښنې رامنځته کړي. ",په ارزګان کې يو امريکايي سرتېرى ووژل سو
2977,,"
٧ غويی ١٣٨٤ کندهار
په لويه پکتياکي دحزب اسلامي اوطالبانوځيني مشرانودولت سره روغه اعلان کړه
په لويه پکتياکي طالبان اودحزب اسلامي قومندانان دولت ته دجوړي روغي لاس غځولى دى .""
افغان دولت دهغي پرېکړې وروسته چي دملي پخلايني تر سيوري لاندي له خپلو مخالفينو سره جوړه روغه اعلان کړي تر دي مهاله ډيرى طالبان دولت سره جوړه روغه ته راغلي دي او له طالبانوسره په څنګ کي ديوې بلي سيالي ډلي حزب اسلامي ګوندقومندانان په دي ورستيوکي هم په دي راضي شوي دي چي دامهال په پښوولاړ دولت تائيد او قانون ته يي غاړه کيږدي
دپکتيا ،پکتيکا او خوست ولايتونونه ١٧ تنه دحزب اسلامي مشهور قومندانان حاجي محمود خان ، حاجي ابراهيم ، او خليفه سليمان زى مشهور په ملنګ جان ورسره نورګڼ دلوي پکتيا له همدي ډلي سره تړليو قومندانانو داپريل پر ٢٧ له دولت سره دخوست په ښار کي يوځاي شول .""
له دي سره داپريل پر ٢٧ دري تنه دطالب رژيم مشهوري څټي مولوي احمدشاه مولوي حميدالله او مولوي نواب دپکتيا په ولايت کي له دولت سره يوځاي شول .""
که څه هم لا ډيرى دحزب اسلامي ګوند پالونکي چي مشري يي انجينرګلبدين حکمتيار کوي او دطالب رژيم چي ٥ کاله وړاندي له واکمني لوېدلي دامهال له دولت سره دخبروکولونه انکار کوي او په يوشمير ولايتونوکي يي دولت پر وړاندي ځنيي خنډونه رامنځ ته کړي دي خو دلوي پکتيا ددي ورستيودملي پخلايني پرمختګ دخوست دوالي ميراج الدين پټان پر وينا دهيواد دامن لپاره يو سترګام دي .""
نوموړي په هغه غونډه کي چي په خوست ک کي يي ددحزب دراغلوقوماندانوسره دجوړي پرمهال جوړه شوي وه وويل ."" راغلي قومندانان ددولت بچيان دي داددوى يو لوي اميتازدي چي په ازدانه توګه کولي شي په خپل کلي او ښارکي دامن سولي تر بيرغ لاندي ژوند وکړي .""
",د دوو مخالفو ډلوڅوقومندانان دولت ته واوښتل
2978,,"
دتاجکستان ولسمشرامام على رحمانوف نن کابل ته تللى و او هلته يې له افغان حکومت سره يوولس تړونونه لاسليک کړې دي چې مهم يې د دواړو هېوادو د وګړو يو بل ته د سفر دشرايطو اسانول، له نشه يي توکو او په سيمه کې له ترهګرۍ سره جګړه او د ګډې همکارۍ په ډګر کې وو. ښاغلى رحمانوف چې د کابينې شپږ غړې يې د کابل په ليدنه کې ورسره مله و له افغان ولسمشر کرزي سره هم وکتل چې وروسته دواړو خبري غونډي ته د همدې تړونونو او دواړو هېوادو د ښو اړيکو په اړه خبرې وکړې.
تاجکستان دافغانستان شمالي گاونډى دى اوتاجکان دې ته ليوال دي چې دافغانانوملاتړترلاسه کړي.
په خبرې غونډه کې دواړو ولسمشرانو له نشه يي توکو سره د رواني جګړې په موضوع ټينګار وکړ او له نړيوالو نه يې په دې اړه د ملاتړ غوښتنه وکړه. دوى ژمنه وکړه چې خپلې ګډې هلې ځلې به چټکوي.
تاجکستان لومړنى هيوادووچې په ٢٠٠١ کال کې ېې دطالبانوترپرزيدووروسته په کابل کې خپل سفارت پرانيست اوافغانستان ته دارزښتناک ملگري په سترگه گوري.
تاجاکان له روسيې نه دپولې دساتلواوکنترول چاره پخپل لاس کې اخلي.ډير سيمه ايزخلک ويره لري چې دابه له پولې نه دنشه يي توکوقاچاق اوسوداگرى لازيات کړي .دامريکې متحده ايالتونه هم دامسله جدي نيسي اوهغوساتونکوته روزنه اووسايل ورکوي چې دااوږده اولرې پرته سيمه ټينگه وساتي. ",تاجک ولسمشر له کابل نه کتنه وکړه
2979,,"
",
2980,,"
٧ غويی ١٣٨٤ کابل
د سې شنبې په ورځ دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف افغانستان ته راورسېدی ، نوموړي په کابل کي له ولسمشرکرزي سره وکتل .دواړوولسمشرانو دمخدروموادو له کرکیلي اوقاچاق سره مبارزه اودترهگرۍ له منځه وړل دخپلودولتونودکاري پلانونوپه سرکی وبلل .ښاغلی رحمانوف له ولسمشرکرزي سره د نشيي موادوله کر اوقاچاق سره دمبارزې ، ترهگرۍ دله منځه وړلو ، برېښنا غځولو، صنعت اوفرهنگ په برخوکی دهمکارۍ لس قرار دادونه لاسلیک کړل .رحمانوف وویل د جون په لومړۍ نېټه به دتاجکستان او افغانستان ترمنځ دپنځوس ملیونوډالروپه ارزښت دیوه نړیوال پله جوړول پیل شي .اوهم به تاجکستان ته دسیاسي پاسپورتونو ویزې دافغانانولپاره خلاصي شي .
",افغان دولت له تاجکستان سره لس تړونونه لاسليک کړل
2981,مولوی منصور,"
دلمانځه فرائض : په لمانځه کی فرائض ۱۴ دی اته دلمانځه نه بهردی چی شرطونه ورته وایی اوشپږ په لمانځه کی دننه دی چی رکنونه بلل کیږی د لمانځه شرطونه :(۱)اودس کول یاتیمم وهل (دعذرپه وخت)(۲)دجامی پاکوالی(۳)دلمانځه دځای پاکوالی(۴)دبدن پاکوالی (۵)دعورة پټول دسړی عورت دنامه نه لاندی ترزنګنوپوری اوښځه ټول عورت دی مګرمخ ،لاسونه ترمړوندونواوپښی تر ګیټوپوری عورت ندی (۶)قبلی ته مخ اړول (۷)نیت کول(۸) وختونه پیژندل د لمانځه ( رکنونه ) : (۱)تکبیرافتتاح (۲)قیام (ولاړه )(۳)قرآت (۴)رکوع (۵)سجده (۶)آخره قعده وروستۍ ناسته یادونه : که دپورته څخه یوهم پاتی شی لمونځ نه صحیح کیږی دلمانځ واجبات : د لمانځه ټول واجب ٧ اووه دي :(۱) دالحمدلله لوستل (۲)لومړۍ قعده(۳)په وروستۍ قعده کی تشهدلوستل (۴)امام لپاره په جهری لمانځه کی په جهر لوستل (۵)دخفیه (په پټه )لوستلوپه ځای کی په پټه لوستل (۶)وتروکی دعاءقنوت لوستل (۷)درکنونوبرابرول که دپورته څخه کوم شی په سهوه پاتی شی سجده سهوه لازمیږی دلمانځه سنت : د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دی (۱)دتکبیرتحریمی سره لاسونه دغوږنوپوری اچتول(۲)نامه لاندی ښی لاس په چپ لاس ایښودل (۳)سبحان ویل (۴)اعوذ بالله ویل (۵)بسم الله ویل(۶)آمین ویل (۷)سمع الله لمن حمده ویل (۸)ربنا لک الحمد ویل (۹)درکوع تسبیحات (۱۰)دسجدی تسبیحات ویل (۱۱)اوله قعده کی تشهد ویل(۱۲)اخرورکعتونوکی الحمد لله ویل (۱۳)دتکبیرافتتاح نه غیرنورتکبیرونه ویل (۱۴)سلام ګرځول دلمانځه مکروهات : په لسوشیانو لمونځ مکروه کیږی (۱)بې عذره پلتۍ وهل (۲)په لاس دآیتونو شمیرل (۳)څنګلی خورول په سجده کی (۴)په سترګو ښی اوچپ طرفته کتل (۵)بی عذره سترګی پټول (۶)دسجد ی ځای نه ګیټۍ لری کول په هغه صورت کی چی تکلیف نه جوړوی(۷)ستومانی ویستل (۸)خوله وازی کول (۹)په جامه لوبی کول (۱۰)دصف نه روسته یوازی ودریدل
دلمانځه ماتونکی : دلمانځه ماتونکی ۱۴دي (۱)بی عذره غاړه تازه کول (۲)پرنجی کونکی ( تريچونکي ) ته یرحمک الله ویل (۳)دخپل امام نه غیربل چاته فتح ورکول (۴)لااله الاالله ویل که مقصدیی چاته جواب ورکول وی (۵)عورت لوڅیدل (۶)دمصیبت دوجی جړاکول (۷)دسلا م جواب په ژبه یاپه لاس ورکول (۸)دفوتی لماځه یادیدل (۹)ډیر عمل کول په لاس وی که په بل څه (۱۰)قصداً خبری کول (۱۱)خوراک یاڅښاک(۱۲)اه او اوه ویل (۱۳)خندل (۱۴)بی هوشی . ",دلمانځه فرائض،واجب ،سنت ،مکروه اوماتونکي
2982,,"
سورة بقره دریم لوست وَمِنَ الْنّاسِ مَنْ یّقُولُ امَنّابِاللهِ وَبِالْیَوْمِ الا خِرِ وَمَاهُمْ بِمُؤْ مِنِیْنَ(۸)یُخدِعُوْنَ الله وَالّذِیْنَ امَنُوْا وَمَایَخْدَعُونَ اِلااَنْفُسَهُمْ وَمَایَشْعُرُوْنَ(۹)فِیْ قُلُوبِهِمْ مَرضٌ فَزَادَهُمُ اللهُ مَرَضًاوَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیمٌ بِمَاکَانُوْایَکْذِبُوْنَ(۱۰)وَاِذَاقِیلَ لَهُمْ لاتُفْسِدُوافِی الاَرْضِ قَالُوْااِنّمَانَحْنُ مُصْلِحُوْنَ(۱۱)الآ اِنّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُوْنَ وَلکِنْ لاّ یَشْعُرُوْنَ(۱۲) ژباړه : اوځنی له خلکوهغه څوک دی چی وایی مونږایمان راوړی په الله اوپه ورځ دقیامت حال داچی دوۍ مؤمنان نه دي (۸)دوۍ ټګی کوي(په خپل ګمان ) دالله تعالی سره اوله هغه کسانوسره چی ایمان یی راوړی حال داچی دوی ټګی نه شی کولای مګر دخپلوځانونوسره ټګی کوی اودوۍ شعور نه لری (۹)په زړونوددوۍ کی مرض( دنفاق اوشک دی )زیات کړالله ددوۍ مرض او(مقرر)دی دوۍ ته عذاب ډیر دردناک په سبب ددرواغو ویلوددوۍ (په اظهار دایمان سره )(۱۰)اوکله چی دی منافقانو ته ته وویل شی په مځکه کی فساد مه کوۍ دوۍ وایی مونږ اصلاح کونکي یو(۱۱) خبر اوسۍ همدۍ فساد کونکي دي مګردوۍ (په خپل فساد)شعور نه لري .(۱۲) لنډ تفسیر : پورته ایاتونو کی الله تعالی دمنافقینو ذکر کوي چی په خوله باندی وایی مونږ ایمان راوړی حالانکه ددوۍ دعوه په دروغو بنااو فریب دی ښکاره خبره ده چی دوی الله تعالی ته دوکه نشی ورکولای مګر نبی کریم صلی الله علیه وسلم اومسلمانانو ته دوکه ورکول یی دالله تعالی سره دوکه وګڼله (قرطبی ) دوی نه نبی کریم صلی الله علیه وسلم اونه مسلمانانو ته دوکه ورکولای شی بلکه ددی فریب عذاب به دنیا اواخرت کی همدوۍ ته ورکول کیږی . لسم ایت کریمه کی وفرمایل چی ددوۍ په زړونوکی مرض دی الله تعالی ددوی مرض زیات کړ .دقرآن په اصطلاح کی هغه کیفیت ته هم مرګ وایی چی دانسانی نفس کمال کی کمښت راولی دانسانی اعمالو څخه یی مخروم اوپه پای کی ورته روحانی مرګ راشی . (معارف القرآن ) پورته ایات کریمه کی یی دمنافقینو په زړه کی موجود کفرمرض سره مشابه کړ چی هم روحانی اوهم جسمانی مرض دی روحانی مرض خو ښکاره دی چی دخپل رب او معبود ناشکری اونا فرمانی کوی بل ددنیاوی اغراضو لپاره په زړه کی دننه خبره نه څرګندول هم لوی روحانی مرض دی .اوجسمانی مرض هم دی ځکه هروخت منافق پدی فکرکی وی چی منافقت یی څرکند نه شي شپه اوورځ په همدی فکرکی اوسیدل ورته زهنی تکلیفونه پیداکړی یولسم یات کریمه کی دمنافقینو هغه مغالطه ذکرکوی چی فساد ته اصلاح اوځان ته مصلح وایی قرآن کریم څرګنده کړه چی یوازی دخولی په خبرو څوک نه مصلح کیږی ځکه غل اولاره شکونکی هم ځان ته مفسد نه وایی خو مدار ی په هغه کار دی چی کوی یی که داصلاح عمل وی کونکی مصلح اوکه عمل یی دفسادوی نوکونکی یی مفسد دی . ضروری یادونه : دفساد اواصلاح نه دمنافقینو مراد داهم وو چی دکفر او اسلام ترمنځ داصلاح (اتحاد ادیان ) خبری کولی دوی غوښتل چی کفار دی هم وی او نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم یو په بل دی غرض نه کوی اونه دی چاته داسلام دمبارک دین بلنه ورکوی . حالانکه اسلام بیل اوکفر بیل دی اسلام الله تبارک وتعالی نړۍ ته دانسان نه دانسان جوړولولپاره رالیږلی دنیاکی به داسلام غلبه وی کفارهم داوسیدو حق لری خو داسلامی نظام ترسیوری لاندی ",سورة بقره دریم لوست
2983,,"
عَنْ اَنْسٍ رَضِیَ الله عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُول الله صَلی الله عَلَیْهِ وَسلم مَامِنْ مُسْلِمٍ یَغْرِسُ غَرْسًااَوْیَزْرَعُ زَرْعًافَیَاْ کُلُ مِنْهُ طَیْرٌاَوْاِنْسَانٌ اَوْ بَهِیْمَةٌ اِلاّ کَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ ﴿متفق علیه﴾ ژباړه :داسی یومسلمان نشته چی یوبوټی نهال کړی یافصل وکری اودهغی څخه مارغان ، انسان او څاروی خوراک وکړی مګر دی مسلمان ته پری اجرملاویږی . شرحه : بعض نیک کارونه داسی چی اجر اوثواب یی ترزیاتی مودی پوری ملاویږی داسی خیرات ته صدقه جاریه وایی مثلاً څوک جمات جوړ کړی یایی په جوړونه کی برخه واخلی ترڅو چی پدی جمات کی لمونځ کیږی ددغه کس په عمل نامه کی اجر لیکل کیږی پورته حدیث شریف کی نبی کریم صلی الله ﷺ بوټی نهال کولواوونه کرلوته هم صدقه جاریه ویلی اګرچی داکار خلک دخپلی فایدی لپاره کوی خوچی نورمخلوق ته ګټه رسیږی الله ﷻ کرونکي ته هم ثواب ورکوی . که د پورته حدیث شریف په مقصد باند ی غور اوفکروکړای شی څرګنده به شی چی هرهغه کارچی خلک تری فایده واخلی اګر چی دی مسلمان دخپلی شخصی ګټی لپاره روان کړی وی الله ﷻ پری دی مسلمان ته ثواب ورکوي خوشرط پکی دادی چی دهغه کاریا هغه شی نه دبل چا په کټه اخستنه خفه نشی . دیادونی وړده چی عامو خلکوته تعلیمی اسباب برابرول ترڅو دجهالت دتیرو نه راووځی هم صدقه جاریه بلل کیږی موجوده زمانه چونکه دکمپیوتر اوانتر نت زمانه ده اوددی لاری استفاده کول خورا سان دي په انترنت کی داسلامی تعلیماتو عام کولوته باید زیاته پاملرنه وشی هغه کسان چی استطاعت ولری بایداسلامی ښوونی خلکوته درسولو لپاره هڅی وکړی یوبه یی ددعوت فریضه دغاړی ساقطه شوی وي اوترهغی به ورته اجراوثواب ملاویږی ترڅوچی تری فایده اخستل کیږی تعلیم اوتعلم داسی سلسله ده چی تر قیامته تری ګټه اخستل کیږی نو دغه کس ته به هم الله ﷻ تر قیامته ثوابونه ورکوي ",وړوکی عمل لوۍ اجر
2984,الحاج مولوي نورالحق,"
انس بن مالک رضی الله تعالی عنه فرمایی نبی کریم ﷺ دماشومانو سره لوبی کولی جبریل علیه السلام ورته راغی په مځکه یی واچاوه بیایی ورته سینه څیري اوزړه یی تری راوویسته دزړه نه یی ورته یوه ټوټه لری کړه اوورته یی وویل دادشیطان حصه وه زړه یی ورته دسروزروپه لوښی کی دزمزم په اوبوپریمنځه اوپه خپل ځا ی یی ورته کیښود وړوماشومانو یی رضاعی مور حلیمی ته خبر راوړه هغه چی ورغله ویې کتل رنګ یی ژیړ شوی وو (بخاری ۱/۹۲)
دامهال دمحبوب عمر څلورکاله وو
دخپلی مورسره :
دشق صدر واقعی نه روسته حلیمی مکه معظمه کی خپلی مور آمنی ته حواله کړ.کله یی چی عمر شپږ وکلونو ته ورسید مورسره یی دپلارقبرته چی په یثرب کی دفن وو لاړه دراستنیدو پروخت یی ابواسره چی دمکی اومدینی منوره ترمنځ واقع ده مور وفات شوه
دنیکه سره :
دمور دوفات څخه روسته یی تربیت نیکه عبدالمطلب په غاړه واخسته عبدالمطلب دکعبی خادم وو ابن هشام لیکی چی دکعبی په سیوری کی به عبدالمطلب لپاره یوخاص فرش اچول شوی وو پدغه فرش به یی دمحمدعربی ﷺ څخه غیر هیڅوک نه پریښوده .
کله چی یی عمر اته کاله دوه میاشتی اولسوورځوته ورسیده نیکه یی هم وفات شو
دکاکاسره :
ابوطالب سره یی دڅلویښتوکلونو څخه زیات تیرکړی پدغه موده کی ابوطالب ته دمحمدرّسول الله ﷺ په سر ډیرتکلیفونه رسیدلی
بحیرا راهب : ددولسوکلونوپه عمرابوطالب سره دشام په سفرروان وودبصری په علاقه کی ورته یوراهب راووت اوټولی قافلی ته یی ملمستیا وکړه دخوراک نه روسته یی دمحمد ﷺ لاس نیولی وو ابوطالب ته یی وویل دادواړو جهانوسردار دی
ابوطالب تری وپوښتل څه پوه شوی؟
بحیرا وویل کله چی تاسو دهغه غونډۍ څخه راښکته شوۍټولی ونی اوډبر ی ورته په سجده پریوتی دایی دنبوت علامه ده همدغه راز دده ددواړو اوږوترمنځ یوه دمڼی به څیر نښه ده چی مونږبه حپلوکتابونوکی لوستی
بیا یی ابوطالب ته وویل وراره دی بیرته مکی ته ولیږه شام کی یهودزیات دی دنښونه به یی وپیژنی اوقتل به یی کړی .
ابوطالب دنوروکوچنیانوسره بیرته مکی معظمی ته راولیږه (سیرة الرسول /عبدالله نجدی ص ۱۶)
تجارت اودحضرت خدیجی سره نکاح :
مکه معظمه کی دمحبوب ﷺ دریښتینولۍ اوامانتدارۍ اوازی خپری وی خدیجه چی دمکی په مالداره ښځوکی شمیر ل کیده هم دمحبوب دامانتدارۍ څخه خبره وه نبی کریم ﷺ ته یی وړاندیز وکړترڅودخدیجی تجارتی اموال په شام کی وپلوری نبی کریم ﷺ وړاندیز قبول کړ دپنځه ویشتو کالو په عمر دخدیجی غلام میسره سره دتجارت په غرض دشام په لور روان شو . کله چی راستانه شول میسره یی دامانتدارۍ اولوړواخلاقو قصی خدیجی ته بیان کړی حضرت خدیجی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته دخپلی یوی ملګری نفیسه بنت منیه په واسطه دنکاح پیغام ولیږه چی نبی کریم ﷺ هم قبول کړ دغه وخت دحضور ﷺ عمر ۲۵کاله اودخدیجی عمر۴۰کاله وو .
دنبی کریم ﷺ ټول اولادونه (ابراهیم نه غیر )دجضرت خدیجی څخه وو
(الرحیق المختوم ص ۶۰) ", ( حضرت محمد ﷺ د زړه عمليات )دشقّ صدر واقعه
2985,,"
امام ابو حنیفه رحمه الله لیکی الله ﷻ یوذات د ی نه دشمیر له نظره بلکه دیووالی دنظره دپورته متن څخه څرګنده شوه چی الله ﷻ یولاشریک ذات د ی نه ورسره په ذات کی شریک شته اونه په صفاتو کی دبورته دعوی داثبات لپاره امام اعظم رحمه الله دسورة اخلاص دایات راوړي لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُوْلَدْ ژباړه : نه له ده نه څوک پیدا دي اونه دی دچا پیدادی وَلَمْ یَکُنْ لَهُ کُفوًااَحَد ژباړه : اونشته ده لره سیال هیڅوک الله سره هیڅوک سیال نشته په خپله خدایی کی یوازی اوخود مختار دی چی څه وغواړی اړکله وغواړی کوی یی که چیر ته په دنیا کی دالله ﷻ څخه علاوه بل خدایی وای ددنیا نظام به کډوډشوی وو . یوخدای به یوکار کول غوښتل اوبل به یی مخالفت کاوه پدی اړه پخپله الله ﷻ په قرآن کریم کی فرمایی لَوْکَانَ فِیهِمَاآلِهَةٌ الاّاللهُ لَفَسَدَتَا ژباړه : که چیرته په مځکه اواسمانونو کی بل معبودوای نونظام به یی فاسدشوی وو ",دالله ﷻ یووالی
2986,پوپل پردېس - کاناډا,"
٧ غويی ١٣٨٤ پوپل پردېس - کاناډا
سوله اوډیموکراسي زمونږ په اوسنۍ نړۍ کي دهیوادونو اووگړو دژوندانه هغه شعار دی چي دټولي نړۍ راډیوگاني، ټلويزيونونه او نوري خبري رسنۍ پرې ډکي دي او د هیوادونو دسیاسي ژوند د بنسټ او پایښت بنسټیزه ډبره ګڼل کیږي . هر هیواد اوهر دین او مذهب ډیموکراسي یعني دخلکو واکمني دخپلو ټولنودټولنیز ژوند دمعیارونو،ځانگړتیاوو اوټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ تعبیراوپلې کوي .
افغانستان دخپل تاریخي هویت اوځانگړتیا پربنسټ ډیموکراسي په څه ناڅه ډول په گوډه او ماته توگه ازمایلی ده . دوخت په تیریدو او په نړۍ اوسیمي کي دحالاتو دچټکو بدلونونو پر اساس افغانستان یوځل بیاددې آزمویني جوگه شویدی چي په هیواد کي ملي ډیموکراسي پلې کړي . نوی اساسي قانون جوړ اوتصویب شو اودادی دعمل په ډگر کي هیواددملي او افغاني ډیموکراسي دپلي کولو په درشل کي دی . پارلماني ټاکني دڅوراتلونکو میاشتو په اوږدو کي دترسره کیدلو په حالت کي دي . پوښتنه دلته ده چي مونږ به په خپل راتلونکي پارلمان کي څه راز وکیلان ولرو؟
آیا د تیرو آزمایښت شویو دورو په شان به وکیلان ولرو؟ په پارلماني استازیو کي به څه راز وکیلان دخپلو موکلینو ازستازیتوب وکړی؟ څه راز او کوم سیاسي گوندونه به په پارلمان کي ځای ولري اوڅوک به داپوزیسیون په توگه په پارلمان کي ودریږي او داسي په سلگونو نوري پوښتني چي هغو ته به یوازي راتلونکي څو میاشتي ځواب ووایي او بس . خو اصلي خبره داده چي څوک او څومره به دغه راتلونکي استازي وکولای شي د اساسي قانون هره یوه ماده او دقانون هره څپرکی د یوه مسول پارلمان په توگه د عمل په ډگر کي په مسولانه ډول د هیواد دملي گټو دتامین او تضمین په خاطر پلي کړي؟ دا هله شونې ښکاري چي دهیواد په راتلونکي پارلمان کي داسي کسان ځای ولري چي له گروپي او ډله ایزوتړواوونوخلاص او دملي مسولیت داحساس په زیور ښکلی وي ترڅوحکومت دې ته وهڅوي چي د هیواد او خلکوملي گټي خوندي کړای شي .
یوه ستره خبره پدې ترڅ کي دهیوادد دوو رسمي ژبو د څرنگتیا خبره ده . داخبره یوازي په افغاتستان کي دیوې لانجې په توگه نه ده . دنړۍ په ډیرو هیوادونو کي دې ته ورته او آن په ډیر بده بڼه آزمایښت شوېده او پایله یې دا شویده چي په دواطلبانه ډول یا په جبري ډول یوې نتیجې ته رسیدلي دي . دا دهر انسان طبیعي حق دی چي په خپلي مورنۍ ژبي خبري وکړي، په خپلي مورنۍ ژبي زده کړي وکړي او په خپل طبیعي ټولنیز ژوند کي که په خپله ټولنه کي ژوند وکړي ټولي اقتصادي او اداري راکړي ورکړي په خپلي مورنۍ ژبي تر سره کړي . دا حق د نړۍ په ټولو بشري حقونو اوکنواسیونو کي د ملگرو ملتونو د سازمان په قانون کی دبشري حق تر نوم لاندي په رسمیت پیژندل شوی او هیڅوک او هیڅ حکومت نشي کولای دا بشري حق له چا څخه واخلي او یا یې په زور په چا ومني . د افسوس خبره داده چي په افغانستان کي دا حقوق دهیواد د ډيرکيو په خاصه توگه له پښتنو څخه اخیستل شویدی . سکتاریزم اوپه قومیت کي افراطیت دواړه فاشیستي څیرې دي . که دا دقومونو په انډول په افغانستان کی د تلي (ترازو) په دوه پلو کي کیږدو هرومره یو بل په هوا کوي .
تاریخ ته که ښه ځیر شو فارسي-دري ژبي دپښتنو شاهانو اوامپراتورانو په وخت کي دومره وده وکړه چي لا تر نن ورځي پوري ددغو پښتنو شاهانودشاهکاریو آثاردسیمي په هیوادونو کي کوم چي دافغانستان دخاوري جز و موجود دي . د هند نیمي وچي ته به ولاړ شو له پاکستانه نیولې بیا تر هندوستانه پوري او په هر گوټ کي به ووینو چي ددوی د لاس آثار او خدماتوپاتي برخي تر نن ورځی پوري مونږسره خبري کوي . پښتنو شاهانودا کار پدې خاطر ندی کړی چی پښتو ژبي کومه نیمگړتیا لرله، دا کار له یوې خوا د یو شمیر سیاسي مصلحتونو له اړخه شویدی پدې لنډه لیکنه کي دهغو دتوضیح کولو ځای نشته او له بلي خواپه پښتني شاهانو کي دا تعصب موجود نه و. هغوی دواړو ژبو ته دبدن د دوو سترگو په توگه کتل او یو دبل ترمینځ یې ټوپیر نه مانه . د تاسف خبره دا ده چي له ١٩١٩ زېږديز کال راپدېخوا پښتو ژبه دپښتنو واکدارانو له پلوه په بشپړه توگه له پامه ولویده او ځای یې فارسي-دري درباري ژبي ته ورکړ. پښتانه د خپل شمیر له پلوه کوم چی د هیواد اکثریت قشر جوړوي دژوند له ډیرو پرمختکونو څخه لیری پاته شول. د ساري په ډول ښوونه او روزنه . ټول پښتانه دې ته اړشول چي په خپلوسیمو کي په فارسي ژبه زدکړي وکړي او په پوهنتونو کي پښتانه محصلین اړ وو چي په دوهمي ژبي زده کړي وکړي . خبره دې ته ورسیده چي د فارسی ژبوتحصيل لرونکو شمیر تر پښتنو وواوښت . پدې کي گناه د چا ده؟ ګڼ شمیر پښتانه دې ته اړ شول چي تر یوه محدود حده پوري لوړي او یا مینځنۍ زده کړي وکړي او بس . پښتانه د خپل اکثریت په انډول په خپل هیواد کي او په خپلو سیمو کي د هیواد دنورو سیمو په پرتله چیرته چي پښتانه په گڼ شمېر نه دی دژوند له ډیرو اسانتياو څخه بې برخي او لیري ساتل شویدي . د ساري په توگه د هیواد شمالي برخي اوجنوبي برخي په پرتله ایز ډول یو د بله ځمکه او آسمان دی .
په اوسني وخت کي افغانستان په یوه ډیر حساس پړاو کي دی . هیواد د سیاسي اواقتصادي بیا جوړوني په درشل کي دی . د تاریخ په دغي حساسي مرحلې کي دا په ټولو افغانانو پوري اړه لري چي څه ډول سیاسي نظام جوړوي، په څه ډول د توکمونو انډول ساتي او په څه ډول دیوې با ثباتي ملي ډیموکراسي لپاره هلي ځلي کوي او په څه ډول حق حقدار ته سپاري . دغو پوښتنو او هیلو ته د هیواد پارلمان ځواب ویلای شي او پارلمان دی چي یوه حکومت ته یا بقا ورکوي یا فنا. دهیواد راتلونکی پارلمان باید دداسي کسانو په وجود کي خپل ځانگړی افغاني جوړښت ولري چي له هر راز گروهي او ډله ایزو منفي سیالیو څخه خلاص وي او یا داسي جوړښت ولري چي ښکېلي ډلي د ملي هویت او ملي بقا لپاره یو د بل تر څنگ دکار کولو وس او حوصله ولري . د هیواد د پارلمان استازی باید په افغاني ملي روحیې سمبال وي تر څو د هر سم او نا سم کار جاج په مسولانه ډول واخیستلای شي . دوی باید هیڅ راز غیر افغاني سازش ته غاړه کږه نه کړي او خپل صلاحیت او مسوولیت په ملي روحیې وپیژني او له هیڅ راز غیر ملي او غیر افغاني عناصرو سره د آشتۍ روحیه و نلري . پارلماني استازیو ته ښایي چي :
١_دسواد څښتن وي خصوصا لوړي زدکړي ولري او موکلیونو ته ښایي چي له خپله مینځه داسي استازی وټاکي څوک چي وکولای شي دهغوی غږ په ډانگ پییلې توگه د حکومت تر غوږ ورسوی . په ملي سیاسي روحیې سمبال وي او له سیاسي سواد برخمن وي .
٢_ لکه څنگه چي پښتو او دري ژبي د هیواد رسمي ژبي دي دپارلمان درې ژبي او پښتانه استازي باید په دواړو رسمي منل شویو ژبو پوره حاکمیت ولري . یوازنۍ استثنا دي دغیر دري ژبو او غیر پښتنو په اړه و منل شي او بس.
٣_پارلماني غړي باید په هیڅ راز بشری ضد جرمونو کي ښکېل نه وي .
٤_ پارلماني غړي باید داسي کسان وي چي د روس پلوه رژیمونو دگوندونو غړي نه وي او هم داسي کسان او گوندونه دي نه وي چي دروسانو د واکمنۍ په وخت کي پر هیواد باندي د تپل شویو رژیمونو دسیاستونو دمصلحتونو پر بنسټ جوړشوی وي او یا هغه څېرې کومي چي دروسانو د تیریو په وخت کي یې په لوړو څوکیو کي کار کړی وي.
٥_ پارلماني غړي باید داسي کسان وي پر کومو چي د هیواد د ورانۍ او ویجاړۍ تور نه وي .
٦_ د پارلمان ویاند اود هغه مرستیالان باید داسي کسان وي چي د هیواد په داړو رسمي ژبو پوره حاکمیت ولري، په سیاسي چارو پوه وي او ټولو سیاسي نزاکتونو ته په شفاف او ملي زړه سوانده توگه ځواب وویلی شي .
٧_په پارلماني بحثونو کي باید په دواړو رسمي ژبو بحث وشي . که پښتون پارلماني غړي له حکومت څخه کومه پوښتنه ولري او یا د کوم کار سپیناوی غواړی لازمه ده چي د حکومت هر مسول غړی چي ځواب ویونکی وي هغه ته په پښتو ځواب ووایي او بر عکس ددري په هکله په همدا شان . له دې کبله په حکومت کي د کابینې غړی په خاصه توگه او په عمومي توگه دحکومت کوم هغه لوړوتبه غړی چي دپارلماني بحثونو ته غوښتل کیږي باید د هیواد په دواړو رسمي ژبو پوره دپوهي او خبرو استعداد ولري . پدې ډول حکومت ته لازمه ده چي په خپلي کابینه کي داسي غړي ولري چي دهیواد په رسمي منل شویو ژبو په فصیح ډول نه په گوډ او مات ډول خبري وکولای شي . پدې ډول کیدای شي چي په هیواد کي د ملی ډیموکراسۍ د بنسټ ډبره کیښودل شي اوټول په گډه سره کار وکولای شي .
دډیموکراسۍ ادعا یوازي په ویناوو نه کیږي او یوازي دکاغذ پرمخ نه باید پاته شي . دیوې ریښتوني ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره نشي کیدلای چي یوازي دډیموکراسۍ ناندرۍ ووهي او یا دډیموکراسۍ اکټ وکړي . عملي ډیموکراسي دعملي گامونو له اوچتولو سره تامینېدالای شي او بس .
په درناوي
پوپل پردیس کاناډا
",د هيواد د راتلونکو پارلماني کانديدانو ته وړانديز
2987,کوچۍ,"
٢ د غويی ١٣٨٤ ", تر ټولو ستره الوتکه
2988,,"
٧ غويی ١٣٨٤ د کندهار د طبي ډاکټرانو ټولنه
طبي ښوونيز کنفرانس
د وري د مياشتي پر اووه ويشتمه نېټۀ دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني په نووښت يوطبي علمي کنفرانس دکندهار دښاري پولي کلينيک دکنفرانس په کوټه کښي ترسره سو . دکنفرانس موضوع دمحرقي تبه چه لويه تبه هم ورته وايي ټاکل سوې وه ، دنوموړي ناروغۍ پيښي په افغانستان کښي زښته زياتي دي ، نو له دي وجي نوموړي ټولني دا پريکړه وکړه چه لومړيتوب عامو ناروغيو ته ورکړي کوم چه په افغانستان کښي ډيري دي په نوموړی کنفراس کښي دکندهار دښار او شاوخوا څخه تر پنځوس زيات ډاکترانو ګډون کړی وو . دکنفراس اجراکوونکی ډاکتر عبدالقيوم پخلا دمحرقي ناروغۍ ټول اړخونه په مفصل ډول ګډون کوونکو ته تشريح کړل او ټول سوال کوونکو ته لازم جوابونه وويل . د کندهار ولايت د طبي ډاکټرانو د ټولني دغه ډول کنفرانسونه به په راتلونکي کي هم په منظمه توګه ترسره کيږي .
",په کندهار کي د لويي تبي ( محرقې ) کنفرانس جوړشو
2989,,"
",
2990, الحاج امين باوري,"
د الحاج امين باوري ليکنه",د پيړۍ ټوکه ( د غوايي اوومه او اتمه )
2991,,"
٨ غويی ١٣٨٤
دبخښني نړېواله سازمان د امريکا نه انتقاد وکړ
دعفوي نړېوال سازمان نن پنجشنبه پر امريکا باندي په دې دليل چې دابو غريب دز ندان د رسوايې د راسپړلو دپاره يې ديوه خپلواکه څېړني په را ميځنته کېدو کې ناتواني ښودلې ده، په کلکه نيوکه کړېده .
دوړلد نيوز انټرنيټي خپروني ددې خبر په اعلانولو سره زياتوي چې د نړيوالي عفوي سازمان په داسي حال کې په دې کار ﻻس پوري کړيدی چې د دې زندان د بنديانو سره د ناوړه سلوک او دبد رفتارۍ د انځورنو د خپرېدو نه يو کال تيرېږي .
دوړلډ نيوز په ليکنه په لندن کې مېشته د بشر د حقونو د سازمان دفتر هم دابوغريب د بنديانو سره جنسي ناوړه چلند او شکنجه غندلې ده .
وړلد نيوز د عفوي د نړيوال سازمان دمشري آيرين خان له قوله ليکي : "" په داسي حال کې چې نړيوالو تراوسه د ابوغريب زړه دردونکي انځورونه دياده ندي وړي، امريکايې چارواکو غير له د څو ټيټ رتبه وو سرتيرو دمحاکمې نه بل اقدام ندی کړی"". هغې دغه پوښتنه را پورته کړيده چې"" په دې اړه د امريکايې جګ پوړو مسئولانو برخه د امريکا ددفاع وزير دونالد رامسفلد په ګډون، څه ده؟
دغه اينتر نيتي خبريزه زياتوي: ددې سره سره چې په دې زندان کې د زندانيانو سره د جنسي او فزيکي ناوړه سلوک د رسوايې نه يو کال تېرېږي خو د اوو تنو نه يوازي پنځه امريکايې ساتونکي ددې ناوړه چلند په هکله تنبيه سوي دي .
ريكاردو سانچز په خپل وخت کې په عراق کې لوي کچه قومندان وو هغه دتيري سې شنبې په ورځ دامريکايې محکمې نه چې دابوغريب په زندان کې د ناوړه چلند په اړه يې پر دې پېښي باندي څېړنه کوله دبېګناهۍ حکم تر لاسه کړ .
دعفوي دنړيوال سازمان د مشري د ګزارش پر اساس چې وايې: زورونه يو منلی عمل ندی او هر هغه دولت چې په داسي کار لاس پوري کوي په لوي لاس پخپله هغه ارزښتونه له مينځه وړي کوم چې ددفاع ادعا يې کوي .هغه وايې کله چې د امريکا غوندي يو دولت په شکنجې لاس پوري کوي نودغه اقدام، نور دولتونه هغه د يوه داسي زرغون څراغ په حيث ګڼي چې پر هغې لاري ګام پورته کې .
",دبخښني نړېواله سازمان د امريکا نه انتقاد وکړ
2992,محمد یوسف هېواددوست,"
دافغانستان د تیاتر د یو منلي استاد جان محمد پلارد مړینې له امله په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) د فرهنګی مرکز د خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د تیاتر او درام یو تن پخوانی ،مجرب ،او منلی استاد جان محمد پلار له دې فاني نړۍ حخه د تل لپاره سترګې تړلی او په حق رسېدلی دی (لوی خدای دې ښه جنوتونه ور په برخه کړي ).
استاد جان محمد پلار خپل دغه هنر ذوق او له ډرام سره کارکول د کندهار په هنر پروره سیمه کې ،هغه وخت چې لا دی تنکی ځلمی وو راپیل کړ او کلونه – کلونه یې په دغه لاره کې نه ستړي کېدونکی هاند ترسره کړ.استاد ( پلار )په کندهار کې د پښتو تیاتر له معاصرو بنسټ ایښودونکو څخه ګڼل کیږي . هغه یو زیات شمېر شاګردان وروزل او د هېواد په ځوان نسل کې یې له تیاتر او ډرام سره مینه وکرله ، ویې روزله او ثمر ته یې ورسوله.د استاد ( پلار ) تر ټولو غوره شاګرد د افغانستان نومیالی او تلپاتې شخصیت ارواښاد استاد ف . فضلی هم دی .له استاد ( پلار ) سره هغه وخت ما وپېژندل چې دی له کندهار څخه کابل راډیو ته راغی ، دا د سردار محمد داودخان د واک وروستی کال و.له دې مخګې ما او شمېر نورو څه دپاسه لس کاله د پښتو ډرام او داستان په اداره کې د استاد فضلی او استاد منان ملګري شاګردي وکړه ،خو د دوي په راتګ سره زموږ روزنیز کار لا پسې پیاوړی شواو د نورو مشرانو تر څنګ په هماغه دفتر کې مو د استاد ( پلار ) نږدې ۱۵ کاله شاګردي وکړه.هغه یو مهربانه ،زړه سوانده او په کار پوه مشر و، له هغه وروسته استاد ( پلار ) د کندهار څخه یو شمېر نور ممثلین او د ډرام لوبغاړي کابل ته راوغوښتل چې تر ټولو سپین ږیری یې ارواښاد عبدالرزاق ( پښتون ) نومیده. د دوي په راتګ سره د افغانستان د راډیو – تلویزیون د ډرام او داستان چارې لا پسې پیاوړې شوې او د خوان نسل روزنه لا پسې ګړندۍ شوه،زما د دې خبرې شاهدان زموږ هغه همکاران دی چې همدا دیرش کاله یې له دغو استادانو څخه په همدغه دفتر کې زده کړه وکړه او نن د نړۍ په بېلا بېلو هېوادو کې د مساپرۍ ژوند تېروي .زما د ژوند ډېره برخه د افغانستان د راډیو – تلویزیون د پښتو ډرام او داستان او هنر او ادبیاتو په اداره کې له همدغو استادانو او همکارانو سره تېره شوه او ډېره خوندوره او نه هېرېدونکې دوره وه ،چې دا دی یو په بل پشې د دغو استادانو د مړینې خبرونه مو زړه راخوړینوي او د زړه په جونګړه مو د غم ټغر هواروي دوي دې الله پاک وبښي او پر موږ ده چې د دوی نیمګړي ارمانونه پوره کړو .پوره باور دی چې درانه څېړونکي او لیکوال به د استاد ( پلار ) آثار راټول او د هغه د ژوندتیاره ګوټونه به لا پسې روښانه کړي.
موږ په دې توګه د استاد ( پلار ) کورنۍ ،دوستانو، شاګردانو ،همکارانو او د افغانستان د تیاتر او سینما لارویانو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو .
په ډېر درنښت
محمد یوسف هېواددوست
27 / 4 / 2005
",دخپلواکۍد فرهنګي مرکزد خواخوږۍ پيغام
2993,استاد قریب الرحمن سعید,"
د غويي نهمه ١٣٨٤ [ددغې شننی لیکونکی استاد قریب الرحمن سعید د افغانستان سیاست پوه او اقتصاد پوه دی چي همدا اوس داوسلو په پوهنتون کي د ټولنیز اقتصاد په عالي انستیتیو ت کي د ټولنیز اقتصاد په ساحه کي لوړي زده کړي کوي ] ددې ليکني لومړی برخه دوهمه برخه دريمه برخه
ستونزي او هیلي
لومړۍ برخه :
د روان عیسوي کال د اپریل د میاشتي پر ۱۲مه نېټۀ د افغانستان ، ترکمنستان او پا کستان د تجارت او صنعت د وزیرانو تر منځ په اسلام اباد کي د ترکمنستان د ګاز د نل لیکي په هکله یوه دوه ورځني غونډه و شوه چي په هغې کي په دې ستو نزو غور و کړي چي څرنګه او په څه ډول دغه نل لیکه د ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري تر پا کستان پوري و غزوي . التبه ددې تر مخه د ۲۰۰۴ عیسوي کال په لمړیو کي ددغه یاد کړل شوو هیوادونو درې واړو ولسمشرانو یعني حامد کرزی ، نظربایوف او مشرف تر مینځ هم په دې هکله په اسلام اباد کې خبري اتري تر سره شوي وې اود هماغي خبرو وروسته دغه د وزیرانو غونډه هم جوړه شوه. دغه غونډه به نژدې شپږ میاشتي وروسته بیا جوړیږي او ددغي نل لیکي د غزولو په هکله به یو ځل بیا جاج اخلي . خو پا کستان په دې هکله لږ څه شکمن ښکاري ، همدا لامل دی چي د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز اعلان وکړ چي غواړی د ترکمنستان د ګازو او نفتو تولیدونکوسیمو ته یو هینت و استوي او ددې هیئت له لاري ځان ډاډمن کړي چی ریښتیا هم ترکمنستان د ګازو دومره زیرمي لري چي پا کستان ترې ګټه پورته کړي .
په دې کي هیڅ شک نه شته چي پا کستان یو نوی را ټو کیدلی صنعتي هیواد دی او غواړي د خپل صنعت د ودي له پاره نه یوا زي په سیمه کي بلکه په نړیواله سیالي کي د خپلو رقیبانو او په ځانګړې تو ګه د هندو ستان په مقابل کي خپله بر لاسي ٍثا بته کړي . همدا راز په پا کستان کي ګاز نه یوازي په صنعتي اړخ کي بلکه د سون د موادو په څیر هم د ډیر اهمیت وړ دی او ددې لوري پا کستان کو لای شي چي خپلو او سیدونکو ته د ګاز د اسانتیاو په برابرولو سره د خپلو طبیعي ځنګلونو د ودي او خوندي سا تلو په برخه کي ګام پورته کړي خو دا چي ددې نل لیکي د غځولو او ددې پلان د پلي کولو تر مخ کو م خنډونه مو جو دي او ایا پاکستان پخپله ددې پرو ژې تر مخ ستر خنډ جوړو ي او که نه ، په لنډه تو ګه ورته اشاره کوم خو اوس ددې نل لیکي د غځولو تر شا چي پخوا کومو عواملو کار کاوه په لنډه تو ګه بیانوم
د نل لیکي د غځولو تر شا عوامل :
ددغه نل لیکي تر شا مختلفو عواملو کار کاوه او تر ټولو ستر عا مل یې داو چي غرب او په ځانګړی تو ګه امریکایان غواړي په ترکمنستان او مرکزي اسیا کي د تیلو او ګازو غني هیوادونو طبیعي زیرمو ته لار پیدا کړي په دې هکله امریکایانو لاد پخوا څخه خپل پلانونه جو ړکړي و ځکه هغوی غو ښتل چي د عر بو د خلیج په تیلو تو لیدونکو هیوا دونو باندي خپله تکیه کمه کړي او د تیلو او ګازو نو رو زیرمو ته چي په ځا نګړی تو ګه په دې وروستیو کلونو کي یې د روسانو د امپرا طورۍ څخه خلاصون مو ندلی لار پیدا کړي . ځکه امریکا په داسي حال کي چي پخپله تیل او ګا ز تولیدوي خو د هغې زیرمي ډیري نا کافي دی اود هغوی د خپل صنعت او و سا یلو د متحرک پا ته کیدو له پاره دغه ډول بهرنیو طبیعي زیرمو ته اړتیا لري . په دې اساس هغو، دغه زیرمي که په زور وي او که بې زوره، غواړي تر خپلی و لکې لاندي راوړي امریکایانو د مرکزي اسیا په زیرمو هغه وخت خپلی سترګي نوري هم کلکي کړي چي د فلسطین او اسرایلو په کشمکش کي ، هغه وخت چي امریکایانو په څرګنده تو ګه د اسرایلو پلوي و کړه او دهغه دخت د سعودی فرمانروا ملک فیصل د نورو عربي تیلو او ګازو تو لیدونکو هیوادنو سره یو ځای په امریکایانو باندي د تیلو خرڅلاو د لنډی مودې له پاره و ځنډاوّه .چي دغه حالت امریکایان او د هغوی اقتصادي او ورځنی ژوند د ډیرو ستو نزو سره مخ کړ. ددې حالت د پای ته د رسیدو وروسته بیا هغه وخت امریکایانو ته ډیر زیان ور ورسید چي عراق په کویټ باندی لښکر کشي و کړه او کویټ یې د خپلي ولکې لاندي راوست او امریکا ته د تیلو لېږد و ځنډید. که څه هم د عراق په دغه برید کي د عراقي د وخت ولسمشر صدام حسین سره په عراق کی د امریکا د سفیري مشورې هم ملګري وې خو امریکا دغه موقع او فرصت غنیمت و ګا ڼه او د کویټ څخه د عراقی لښکرو د راویستلو او هلته د خپلو عسکري ځواکونو د ځای په خای کولو او د کویت په طبیعی زیرمو د پوره و لکې د پید ا کولو فرصت په لاس ورغی خو تر څنګ یې د صدام رژیم کمزوری کړ او د عراق په ګډون یې د هغې په ګانډیو هیوادنو کي په زور خپل عسکري ځوا کونه پلی کړل . ویل کیږي چي په کویټ کي د کویټ د او سیدونکو څخه د امریکایي ځوا کونو شمیره هلته ډیره ده . همدا راز په سعودیي ، بحرین ، ابو ذهبی ، عمان او ...........نورو تیلو تولیدنو هیوادنو کي یې خپل فو ځونه پلي کړل او ددغه هیوادنو په طبیعي زیرمو یې تسلط پیدا کړ او د راتلو نکي احتمالی خطر د بیا را پیښیدو څخه یې ځان خو ندي کړ. خو ددې هر څه سره سره بیا هم امریکا یان او غربیان د مرکزي اسیا د طبیعي زیرمو څخه غا فله نه دي پاته . په دې اساس یې پر یکره و کړه چي د مرکزي اسیا د هیوا دنو طبیعي زیرمي په هر قیمت چي کیدای شی باید تر خپلي و لکې لاندي راوړي .
خو هغه څه چي په هغه وخت کي ددې ستري پرو ژې تر مخ خنډ و هغه د روس امپراطوري وه ، د ۱۹۷۹ زېږديز کال د ډسمبر په ۲۶ مه نېټۀ په افغانستان باندي دروسي سر ولښکرو یر غل او بیا د افغان ولس بې دریغه او بې ساري تاریخي مقاومت روسان د خپل ټول ځوا ک سره د ماتي سره مخ کړل چي دغه ماتي د روسانو امپرا طورۍ ته هم د پا ی ټکی کیښو د او د مرکزي اسیا د اسلامي هیوادنو د استقلال او ازادۍ له پاره لاره همواره شوه . دغه کار یو ځل بیا امریکا یان دې ته و هڅول چي په خپلو پرو ګرامونو یو ځل بیا غور و کړی .
ددې تر څنګ ترکمنستان هم چي نوی نوی د روسانو د زبر ځواکۍ څخه ازاد شوی و د خپل نوي را ټو کیدلي اقتصاد دودي له پاره يې غو ښتل چي خپل ګاز او تېل چي یو وخت د روسانو ملکیت حسا بیده د هغوی د ملکیت څخه را و کاږی او ازاد بازار ته یې د نړيوال مارکیټ په قیمت ورو رسوي . هغوی ته هم دغه لار او د امریکایانو د کمپنیو سره د ګاز او تیلو د ترسیل کار ډیر ارزښتناکه ښکاریده نو په همدې اساس یې هو ډ و کړ چي خپل د ګازو او تیلو نل لیکي د همدغه کمپنیو له لاري نړيوال مارکیټ ته عرضه کړي .
افغانستان هم چي یو له وروسته پاته هیوا دو څخه دی او اقتصاد یې تل د نورو په مالي بسپنی ولاړ وي دغه ستره اقتصادي پرو ژه ورته تر ډیره حده ګټوره ښکاریده او او س هم ورته ښکاري نو په دې اساس یې د هر چا نه زیات ددې پرو ژی په پلي کولو کي دلچسپي ښووله .
د تیلو د کمپنیوترمینځ مسابقه .
د ۱۹۹۲ کال یعني د ډاکتر نجیب الله د رژیم د سقوط وروسته ګران هیوا د د یوه ستري انارشۍ سره مخامخ شو که څه هم هلته په هیوا د کي ددوه میاشتو او څلو رو میاشتو دوره ایز جمهوری ریاستونه جو ړ شوی و خو په واک باندي د مسلط پاته کیدو نارو غتیا او لکه د کمو نستانو په څیر د پر دیو په مټو د کابل په تخت تر او ږدې مو دې پوري پا تي کیدل دغه انارشي نوره هم زیاته کړه ګاونډیو هیوا دنو لکه روس ، ایران او پا کستان هم د خپلو ګټو د په نظر کي نیولو په اساس په جنګ کي را ښکېل ځواکونه په شا ټپول اوامریکایانو انګلیسانو د پټي خولې د پالیسیو په اختیارولو سره ددغه دردمن حال د نور هم اوږودلوو هڅي کولې .
په دغه وخت کي او یا ددې څخه د مخه څو کمپنیو د ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري د تېلو او ګازو د نل لیکي د غزولو د ټیکې د اخستلو په مسا بقه کي برخه د رلوده چي مشهوري کمپني یې د امریکا د یونیکال ، د ارجنټاین برایډاس او د سعودیانو لخوا تمویل شوې کمپنی ډلټا وه . مسا بقه په دې کي وه چي کومه کمپنۍ به و کولای شي دغه د ملیاردو ډالرو پراجیکټ تر ګوتو کړي او ددې ایجاره به تر کلونو کلونو پوري په خپل وا ک کي ولري . هر ي کمپنۍ که له یوه اړخه د ایجارې مسابقه درلوده خو دبله اړخه یې د خپلي دغه مسابقې د ګټلو له پاره افغاني کار پو هانو ته هم اړتیا درلوده . نو په دې اساس یې د افغاني کار پو هانو د را جذبولواو ان تر دې چي ځینو وزارتونو ته په رشوت ورکولو پیل و کړ. په دې هکله ما ته د صدراعظم یو پخوا ني معاون وویل چي د بهرنیو چارو د وزارت له لاري یې یو میلیون ډالر د یو نیکال د کمپنۍ له اړخه بسپنه تر لاسه کړي که څه هم دا څر ګنده نه شو چي د ا بسپنه یې د خپل ځا ن له پاره تر لاسه کړې وه او که د حکومت او یا ولس له پاره وه . ماهّڅه و کړه چي د اوسني ولسمشرحامد کرزی چي په هغه وخت کي د بهرنیو چارو د وزارت د معین په څیر یې کار کاوه او کله کله به مود ښو دوستانوپه څیر د خپل هیوا د په سیاسي او نظا مي وضعه هم بحث کاوه ، په دې هکله و پو ښتم خو دنورو ورځنیو مسایلو د ډیرښت په اسا س مي و نه شوکولای د غه مسله و څیړم . په هر صورت دا یوه ّ مسله وه چي کمپنیو غو ښتل د افغانستان د لاري د ګاز او تیلو د نل لیکي په غزولو کي ډیرو اړوندو او نا اړوندو و ګړو سره لاره پیدا کړي او په دې هکله ډیري پټي او ښکاره موامری او سازشونه روان و. او همدغه موامری او سا زشونه و چي په ګران هیوا د کي دسترو سترو بدلونو او پیښو د را پیدا کیدو لامل و ګرځیدل .
د بدلونو را مینځته کیدل .
امریکایانو غو ښتل د غه نل لیکه په ډیره کمه موده کي و غځیږي . ځکه هغو د عربو د خلیج او تیلو تو لیدونکو هیوا دنو له پاره نوي پرو ګرامو نه در لودل . تر څنګ یې د کویټ په مسله کي د عراق او امریکا تر مینځ دوستي په دښمني تبدیله شوې وه او هغه د تېلو نل لیکه چي دعراق څخه یې تېل د امریکایي کښتیو په لور وروړل هغه د امریکایانو پر مخ تړل شوې وه . د لیبیا تیلو ته هم امریکایانو لاس نه شو ورغځولای نو په دې اساس ددغي نل لیکي د غزولو له پاره باید ټول شرایط برابر شوی وای . او تر څنګ یې دغه ستره پرو ژه هم باید یوازي او یوازي د امریکایي کمپنۍ یونیکال په لاسونو پلي شوي وای او هغه سیمي چي دغه نل لیکه ترې تېریده باید د نل لیکي د امنیت تامین په کي خوندي وای خو متاسفانه چي دغه شرایط په هیڅ صورت برابر نه و . ځکه چي که له یوه ااړخه ګاونډیو هیوا دنو نه غو ښتل په افغانستان کي یو ٍثابت او مستقر نظام جوړ کړل شي او تر څنګ یې روسانو د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خو ندي سا تلو په خاطر د شکل په بدلو ن سره د شمال د سميه ايزو قوماندانانو له لاري خپل ا غېز ثابت و سا ته او د خپلو پخوا نیو پولو د خو ندي سا تلو په خا طر داسلام اواسلامی انقلاب اغېز کم کړ. خو د بل لوري د امریکایانو دلچسپي هم په افغانستان کي د په اصطلا ح د مجاهدینو د نظام سره له منځه تللې وه ځکه چي په افغانستان کي د جها د او اسلام خبري کیدې او دا په هیڅ تر تیب د هغوی له پاره ددلچسپۍ سبب نه ګرځېدې .
ماته د ١٩٩٤ زېږديزکال د اکتوبر په یولسمه په داسي وخت کي چی د افغانستان پیژندني دمرکز څخه مو لیدنه کوله یو امریکایي افغانستان پوه وویلی چي( د امریکا حکومت او س په افغانستان کي ډیره لږه دلچسپي لري ځکه مونږ اوس د عراق په ګډون ډیر نور موضوعات خپل مخي ته لر و چي په هغې کي نړيوالي ستو نزي او اقتصادي ستو نزي هم شاملي دي د افغانستان و ضعیت مغشو ش دی او د مختلفو ډلو تر مینځ جنګونه په دې مغشو شیت کي نور هم ډیر ښت را وړي . او تر هغې چي په افغانستان کیي د ډلو تر مینځ شخړي حل نه شي مو نږ ورسره هیڅ ډول اقتصادي مرستي نه شو کولای . او که چیري امریکا یان کو مک و نکړي نو جا پان ، اروپا ، سعودي ، پا کستان ...هیڅ یو یې هم له تاسي سره کومک نه شي کولای . هغو ی د میږو او ګډو په څېر دي ، که چیري امریکا ګډون نه کوي نو هغوی یو هم ګډون نشي کو لای . . . . خارجي هیوادونه افغانان په دایمي تو ګه نه شي اخستلای بلکي د لنډي مودې له پاره هغوی کرایه کولای شي . . .)
په دې اساس امریکایانو که له یوه اړخه د نل لیکي په غځولو کي پوره دلچسپي درلوده خو له بله اړخه یې د افغانستان په ثبات او امنیت کي او هغه هم داسلام او اجهاد تر نامه لاندي هیڅ ډول مینه نه درلوده . او همدا بحران ددې لامل و ګرځېد چي د څلورو کالو وروسته یعني به ۱۹۹۶ کال کي د طالبانو غورځنګ مټي را و نغښتي او په کابل یې هم قبضه وکړه .
هغه تحلیل او شننه چي ددې غورځنګ په را منځته کېدو کي یې د نورو عواملو تر څنګ کار و کړ هغه داوه چي ، مجاهدینو و نه شوا ی کولای امنیت راولي ، هیواد د انارشیزم په لور روان دی ، د تیلو د نل لیکي د غځیدلو له پاره امنیت خو ندي نه دی او د افغانستان له لاري مرکزی اسیا ته د تجارتي لارو امنیت د بد حال سره مخ دی . خو ددې ټولو څخه پورته عامل دا و چي غربي نړۍ سره په افغانستان کي دهغوی د لاس بل متبادل قیادت نه و مو جود، او د مجاهدینو څخه یې هم تر اخري حده پوري بد را تلل . ما ته هملته په نبرا سکا کي یو امریکایي پوه وویل چي تر څو چي په افغانستان کي په اسلام کي هماغسی بدلون را نشي لکه په سعودي کي چي دی او د جهاد غږ ته د پای ټکی کښینښول شي نومونږ به په افغانستان کي د سولي او امنیت په لور هیڅ ډول ګام پورته نګړو ( البته پدې هکله یې را ته په مستقیمه تو ګه وویل چي که مشران مو پخوانی مخلوع پادشاه د منلي قیادت په څېر و مني نو مونږ حاضر یو هر ډول بسپنه وکړو).
نو امریکایانو او غربیانو د خپلي دغه اندېښنې د را کمولو په خاطر او هلته په افغانستان کي د یوه متبادل قیادت د را پیداکولو له پاره د پا کستان په مدرسو کي د افغاني طالبانو په تربیه او ټریننګ لاس پوري کړ . او بالاخره دغه ډله د پورتنیو اهدافو د تر سره کولو له پاره جوړه شو ددې ډلي په بري او کامیا بیو کي پا کستان ، امریکا او سعو دیانو په ګډه لاس درلود. ا و هدف یې دا وو چي دغه ډله به د پخوانی پادشاه محمد ظاهرشا د بیر ته حاکمیت له پاره ( چي مجاهدینو ورسره کلک مخالفت کاوه) ګټوره ٍثا بته شي . خو طالبانو ډیره ژر خپله پالیسي په خپلو لاسونو کي وا خيسته او خپل ځان ته یې امیر و ټا که او خپل نظام یې جو ړ کړ. دا چي دا نظام څه ډول او څرنګه پر مخ ولاړ زموږ د بحث او څیړني مو ضوع نه ده خو هغه کار چي امریکایا نو غو ښته هغه تر سره نه شو . امریکایانو د طالبانو څخه د نورو مهمو غو ښتنو په شمول دغه غو ښتني هم درلودې چی په افغانستان کي د پخوا ني پا دشاه تر مشرۍ لاندي یو ازاد او سیکولر نظام جو ړ کړي او بل دا چي د یو نیکال د کمپنۍ له پاره د نل لیکي د غځولو په خاطر شرایط برابر کړي . که څه هم د امریکایانو لمړنۍ غو ښتنه پلي نه شوه خو امنیت په ټولو ځایونو کي خو ندي شو او شرایط ددې له پاره برابر شول چي دغه نل لیکه و غځیږي . خو اوس د کمپنیو تر مینځ شخړه وه . طالبانو بالاخره د یونیکال پر ځای ډلټا ، چي د سعو دیانو په ملا تړ یې کار کاوه، و ګمارله تر څو د نل لیکي د غځولو کار تر لاس لاندي و نیسي چي داپرېکړه امریکایانو ته په هیڅ قیمت د منلو وړ نه وه . دا او داسي نور عوامل ددې سبب شول چي طالبان هم د امریکایانو د متروکې لاندي راوړي او بالاخره په سیمه باندي د پوره تسلط د پیداکولو په خاطر پخپله د خپل فوځي یرغل له لار ي مسلط شي .
ددې ليکني دوهمه برخه دلته ولولئ
",د ترکمنستان د ګازاوتیلود نل لیکو غځول ( لومړۍ برخه)
2994,,"
٨ غويی ١٣٨٤
د کندهار ولايت شاعرانو او ليکوالانو دخپل ښار په شمال لويديځ کې د بابا ولي زيارت د سږ کال د انار ګل د شعري غونډې ځای ټاکلی دی .
دوی واېي د بېلا بېلو ولايتونو په لسګونو شاعرانو ته يې بلنه ورکړې چې د انار ګل په سږنۍ مشاعره کې چې د جمعې په ورځ د غويي د مياشتې په نهمه پيليږي، برخه واخلي.
دانار ګل سږ نۍ مشاعره په کندهار کي د هيواد د کلتوري ټولني په هڅو جوړيږي.
",په کندهار کې د انارګل مشاعره
2995,,"
د غويي نهمه ١٣٨٤ لمريز
په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني د خواخوږۍ او تسليت پيغام
په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني هڅه کوله چي په نژدې ورځو کي د ارواښاد استاد فضلي په ياد فرهنګيان راټول کړي ، د هغه د اوږدې مودې د بې ساري خدمتونو درناوی وکړي او له لويه خدايه ورته اجرونه وغواړي .
خو دادی د استاد فضلي د استاد او د پښتو تياتر او ډرام د پلار له مړيني خبر شوو ، د استاد جان محمد پلار له غمجنه مرګه .
انالله وانااليه راجعون
بې ځايه به نه وي که ووايو چي پښتو تياتر او ډرام يتيم شو ، بې پلاره شو ،او له دوو نامتو هنرمندانو بې برخي شو .
موږ په داسي حال کي چي د استاد جان محمد پلار مړينه پښتو خواري سينما ، تياتر او ډرام ته دروند تاوان بولو له لويه خدايه د هيواد دغي درنې هنرمندي څېرې ته د هغه دکلونو کلونو دخدمتونو اجرونه غواړو . لوی خدای (ج ) دي ورته فردوس جنت په برخه کړي .
موږ دهغه کورنۍ ، د افغاني تياتر او سينما ټولو کارکوونکو او فرهنګيانو سره ځانونه په دغه درانه غم کي شريک ګڼو او ټولو ته تسليت غواړو .
",پښتو تياتر بې پلاره شو !
2996,,"
د غويي اتمه ١٣٨٤ لمريز
میر:
د ننگرهار ولایت د خوگیاڼیو په ولسوالۍ کې د ایتلافي ځواکونو او نامعلومو وسلوالو د ډزو له امله دوتنه عام وګړي مړه او دوه نور ټپیان شول. په کابل کي د ایتلافی قواوو د ویاندي سندي مور په قول پیښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چي ایتلافي ځواکونه له گزمې نه د بیرته راستندو په حال کی وو چي د نامعلومو وسلوالو له خوا ورباندي وسلوال برید وشو .
ویاندي وويل :له برید وروسته ا یتلافي ځواکو هم ډزي پیل کرې چي په تر ځ کی یې عامه وگړو ته مرگ ژوبله رامنځ ته شوه . میرمن مور برید کونکي بلواگر وبلل او زیاته یې کړه چي داشان ډلي نه غواړي چي په ا فغانستان کي سوله او ثبات ټینگښت ومومي .د یادوني وړ ده چي تیره ورځ ناوخته د افغانستان په سهېل کي یو امریکایي سرتیری وژل شوی و.
",په ننګرهار کي پر ايتلافي ځواکونو بريد وشو
2997,قاري صاحب هجران,"
ګاونډيه آ شنا!!!زما په کور کي چي دا اور بليږي . زه به تر کومه حو صله کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زما پخې سړکي هم کچه سولې ، تا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړل.زما کورونه شول د خاورو ډېرې ، تا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړل.زما له کور نه هديرې جوړي شوې ، تا د خپل کور مينځ کي باغونه جوړ کړل.زما فرهنګ ، کلتور،معارف ختم شو ، تا ښار په ښار پو هنتونونه جوړکړل.زه ديسپرين ګولۍ ته هم حيران يم، تا کور په کور هسپتالونه جوړ کړل.زما د کونډي ابۍ پوړونی خرڅ شو، تا دي بي بي ته سره هارونه جوړ کړل.زما بندونه فابريکي وراني شوې ، تا کارخاني او ماشينونه جوړ کړل.زما ټانکونه طيارې کباړ شوې، تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ کړل.کور مي شه وران کړه مېړنيه اشنا د وران کندړو ننداره کومهاي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را يوه ګيله کومه.ستا له لازمي همکارۍ تشکر، کور د اباد په پښو درېدلی نه شم.زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور، تر سلو کالو جګېدلی نه شم.عمر به ستا په نوکرۍ کي تير کړم، ستا له قرضو نه تښتېدلی نه شم.کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل، له وروروژني خلاصېدلی نه شم.زما د خولې جلب هم ستا لاس کي دی ، په خپل اختيار اوس غږېدلی نه شم.په ځنکدن کي مي لاس پښې مه تړه ، چي ساه مي وځي خوځيدلی نه شم.مال او متاع مي ښه ښکاره تسليم کړه، لالا زه مرمه روغېدلی نه شم.خو ياد يې لره د هندوکش زمری يم، که يو ځل خلاص شوم تميدلی نه شم.په نوي رنګ کي پخوانيه اشنا د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را يوه ګيله کومه.ته د اخبار سرخی په ما جوړوه، غټ غټ پرې ليکه چي افغان مهاجر.دسخت باران او د ژلۍ له لاسه، په کمپ کي مړه دي سل خواران مهاجر.او بيا د سو تغذيي له وجهي ، مرګ ته نيژدې دي يتيمان مهاجر.دا ستا اخبار په ښه قيمت خر څيږي، ليکه اول مخ کې عنوان مهاجر.ستا ډاکټران به تجربې پرې وکړي ، پښې لاس ترې غوڅ کړه دي زخميان مهاجر.مزدوري ښکته کړه نرخ پورته بيايه، چي ښه مفلس شي دا خواران مهاجر.ښه مي تشخيص کړې مداريه اشنا ، زه ستا دولکي ته ننداره کومهاي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.يو خوا د امن سولي چيغي وهي، بل خوا باروت او امبارونه درومي.ډک په ميزايل او راکټو نو باندي، د داسلندو کتارونه درومي.څه د طالب څه د مطلوب په نامه ،سپينو جامو کي تک تور زړونه درومي.چاته شيعه چاته سني وايي ته ، ورته نقشې او پلانونه درومي.څوک په پښتون څوک په تاجک غولوې،يو خوا بل خوا نه کومکونه درومي.افغانان مري افغان ولس ورانيږي،خاينه ستا خو ډالرونه درومي.ته د خپل سر د غټېدو په غم يي، زما په سرکي شمار سرونه درومي.ستا د مطلب پوره کيدو په غرض، زمادعمر ارمانونه درومي.مال به دي ډېر شي قارونيه اشنا غم ستا ددې زېرمو خرچه کومه.اي په ما ګرانه ګاونديه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زهر د راکړه د حلوا په نامه، لاري لاستوڼي لاندي مار وختې.تا ددوستي او د وفا لاپي کړي، اخر دوښمن او جفاکار وختې.تا ويل چي سر او مال مي دواړه در کړل، خو حسابي کي مي قرضدار و ختې.نه دي ماديات نه معنويات را پريښول،د رنځ طبيب نه شوي دانکمار وختې.خام او پاخه مواد دي وويوړه زما، ته لاموړ نه شولي ښامار و ختې.غوښي مي خلاصي شوي هډوکي مي خورې ،اشتها دي بنده ده بيمار وختې.مړ ترور تا کړم نوم زما بد نام شو،ته مي قاتل د ورور او پلار وختې.هېر به مي نه شي ګلاليه اشنا خپلو لمسو ته نوشته کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زما د کور لمبو ته مه تودېږه، دېوال شريک لاليه اور به واخلې.بيا به يي په چل د مړکيدو پوه نه شي،ته به يو ځاي وژنې خو نور به واخلې.که شول خواره زما داور بڅري، اور ښار په ښار او کور په کور به واخلې.ته که زما په شان زخمي زخمي شوي،ګمان مي نه شي که ټکور به واخلې.دردمن زړګي ته مي زور مه ورکوه، خپله به ودرديږي زور به واخلې.زما په مړو ايرو کي څه لټوي، لال پکي وسوځيده سکور به واخلې.بيا به دي ځاي په يو وطن کي نه شي،لکه غوباري سخوندر تور به واخلي.په کور دننه بهرنيه اشنا، نور پس له دي درنه پرده کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.ته په برات کي د اختر حساب کړي، په ما شپي ورځي محرم تيريږي.ته د ملت سپيڅلي ورځي لمانځه، په ما هر وخت ملي ماتم تيريږي.زه چي لږ ساه واخلم مسکی غوندي شم،جانانه تا باندي ستم تيريږي.د خپلواکي د سباوون په هيله، پر ما تمام عمر تور تم تيريږي.زما لا يو ښخ نه وي بل سلګۍ کړي، مدام د غم د پاسه غم تيريږي.د بهرني دښمن ښکرونه مات شول،اوس ګاونديان مي کور په چم تيريږي.خو ګاونډيه ياره دومره واوره، هاغه چي تير شو نو داهم تيريږي.په خوي ګيدړ په رنګ زمريه آشنا تاته د زوړ ښکاري کيسه کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زه د محمود بت شکن اولاد يم، د سومنات بت نړولی دی ما.وکه تپوس دکيوناري، مکناټن نه، څوک سوځولی څوک وژلی دی ما.وګوره ليک د پرنګي تاريخ کي، ان ترلندنه زغلولی دی ما.چا چي په بد نيت ماته لاس راوړي، لاس ترې نه ولي کي غوڅ کړی دی ما.روس په جهان کي د خدايي دعوه کړه، په ټول جهان کي شرمولي دی ما.دنيا څو ځلي آزمايلی يمه، ميدان څو څو ځلي کتلی دی ما.ګران ګاونډيه حق دي و پيژنه،د ګاونډتوب حق ټول منلی دی ما.هېر به مي نه شي ګلاليه آشنا، خپلو لمسو ته نوشته کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه ",ګاونډيه آ شنا!!!
2998,,"
د غويي ٩مه ١٣٨٤
نن د غويي دمياشتي پر نهمه نېټۀ دافغانستان په پلازمېنه کابل کي وزلوبي وشوې .
درويټر خبري اژانس دکابل څخه خبر ورکوي چي نننۍ وزلوبي د پروان او پنجشير ولايتونو دوزلوبو لوبډلو تر منځ په کابل کي ترسره شوې .
په دې لوبو کي څو تنه اس ځغلوونکي چي اسونوته يې د وزلوبو دپاره ځانګړې روزنه ورکول شوې وي په يوه دايروي لوبغالي کي اسونه په هغه کس پسي ځغلوي دهر يوه لوبغاړي سره چي خوسکی ( ګيلګی ) ورسره وي . د لوبي هر لوبغاړی که خوسکی له ميدانه پورته کړي او د ټاکلي ځای ته يې په رسولو برالی سي هغه د لوبي ګټونکی پېژندل کيږي . په دې لوبه کي هر لوبغاړی هڅه کوي د بل له اس يا لاس څخه خوسکی واخلي او په اس منډي ته جوړ کړي .
خوسکی يا ګيلګی ځيني وختونه په هماغه ورځ او کله بيا دلوبي څخه يوه ورځ مخکي حلاليږي .
وزلوبه دافغانستان ملي لوبه ده او په دې لوبه کي د افغانستان د شمال او شمال لويديځو ولايتونو لوبغاړي د وزلوبو په سياليو کي ګډون کوي .
د يادوني وړ ده چي پرون د غويي دمياشتي اتمه نېټۀ د افغانستان د دولت له خوا د مجاهدينو د بري د ورځي په وياړ د لمانځني په مراسمو ( رسمي ګذشت ) کي هم يو شمېر پر اسونو سپرو دوزلوبي لوبغاړو ګډون کړی و .
",په کابل کي وزلوبي ( بزکشي ) وشوې
2999,,"
د غويي اتمه ١٣٨٤ لمريز
دافغانستان د ملي اردو له خوا په يوه خبر کي ويل شوي دي چي ددوی ځواکونو يو طالب نامتو قومندان وژلی او بل يې ژوندی نيولی دی . پېښه د زابل ولايت د دايي چوپان په ولسوالۍ کي ترسره شوي چي دملي اردو ديوه چارواکي په وينا دوه طالبان زخمي شوي او دا راز طالبانو ادعا کړېده چي يو امريکايي پوځي يې ژوبل کړی دی .
همدا راز د کندهار ولايت د ملي اردو قومندان خبريالانو ته وويل چي تېره شپه يې د ارزګان ولايت د ترينکوټ په ولسوالي کي دعملياتو په نتيجه کي دوه کسه مشهور طالب قومندانان ملا بسم الله وژل شوی او ملا مومن اخند ژوندی نيول شوی دی .
",د زابل او ارزګان په ولايت کي نښتي شوي دي
3000,,"
١٣٨٤دغويي نهمه کندهار
د کندهار ولايت د ارغنداب د شنوباغونو ترڅنګ د بابا ولي په ولسوالۍ کې د هيواد کلتوري ټولنې په نوښت د انار ګل مشاعره نن ترسره شوه چې د دغۀ ولايت او شاوخوا سيمو شاعرانو او ليکوالو پکې برخه لرله .په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د نارنج ګل ، وردګو کې د مڼې ګل او زابل ولايت کې د بادام ګل تر مشاعرو وروسته د انار ګل مشاعره نن د غويي دمياشتي پر نهمه نېټۀ ترسره شوه . د انار ګل په مشاعره کې د کندهار د اصلاعات و کلتور د ريس ښاغلي بابي تر څنګ د ولايت ځينې مخور کسان او وتلي شاعر عبدالباري جهاني هم ونډه لرله .
د مشاعرې په غونډه کي دځينو فرهنګي ټولنو د پيغامونو تر څنګ د هيواد څخه بهر د يو شمېر شاعرانو شعرونه هم ولوستل شوه .
د هيواد کلتوري ټولني مرستيال ښاغلي غلام سخي نوريوال بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي راتلونکې جمعې ورځ به په کندهار کي د رشاد ادبي بهير او مېشتو کلتوري ټولنو په ګډون د ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ يوه غونډه او مشاعره جوړه شي .",په کندهار کي د انارګل مشاعره جوړه شوه
3001,ننګيالی بڅرکی - هالنډ,"
١٣٨٤ د غويي لسمه ",د احمدشاباباد علمي او ادبي ټولني د خواشينۍ پيغام
3002,,"
",
3003,رحمت اريا - کاناډا,"
رحمت اريا - اټاوا کاناډا
١٣٨٤ د غويي لسمه
ددغه مطلب ریښې به له سیاسي پلوه وڅیړو اووبه وینو چي دداسي چینل خپریدل دپښتنو په گټه دی او په ریښتیا دپښتو ژبي دودي لپاره په څپو شویدی او که بله موخه لري.
پدې وروستیو کي د خیبر په نوم ټلويزيوني خپروني په پښتو ژبي په څپو شوي . له بده مرغه دغه ټیلويزيوني چینل دپښتون افغان شاعر خدای بخښلي ملنگ جان شعر (دازمونږ زیبا وطن) چي دټولو افغانانو لپاره یې د ملي حماسې سندري بڼه درلوده او لري یې په بله بڼه اړولې چي له امله یې دګڼ شمیر افغانانو احساسات راپارولي او یوشمیر تبصرې او احتجاجیه لیکونه پرې لیکل شویدي او د خیبر ټيلوزيون له چلونکو څخه یې غوښتنه کړې چي رسمي معافي وغواړي او ژمنه وکړي چي په راتلونکي کي پداسي پارونکو خپرونو لاس پوری نه کړي.
په لومړیو کي ددغه ټلوزيوني خپروني دپښتنو لپاره یو ښه زیری وو چي ګڼي د پښتو ژبي او ثقافت دودی لپاره به جوگه شي ځکه چي د کابل داطلاعاتو او کلتور دوزارت دمور اومیرې سلوک له پښتو ژبي سره د پښتنو هیلي له خاورو سره یوکړي او له خپل هیواد څخه یې دا هیله نه نلرله . نوځکه له پاکستان څخه پښتو ټلوزيوني خپرونو ته یې زړه ښه کړی وو. خو په عین حال کي د افغانستان دولت په خاصه توگه د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه ټلوزيوني خپروني یې په یوې ځانگړي زیرکي وغندلی . یو شمیر احساساتي پښتانه وروڼه ددغي غندني په اړه خپله ناخوښی هم څرگنده کړه . داچي ولي ددغه ټلوزيوني چینل خپروني غندل شویدي ډیري ژوري سیاسي ریښي لري . که څه هم داوسني اطلاعاتو اوکلتور وزارت څخه دا هیله نه کیږی چی خپله یو اړخیزه پالیسي دپښتو په اړه یو ځل له سره وڅیړی خو فکر نه کیږي چي دغه غندنه ددې په خاطر شوي وې چي دپښتو دژبي اوثقافت دودي د مخنیوي لپاره کومه ځانگړې مو خه ولري . اوس به پر دغو سیاسي ریښو یو ډیر ځغلنده نظروکړو او وبه وینو چي دغه سیاسي موخې کومي دي او ولي پداسي حساس وخت کي چي افغانستان د یونوي بهیر په لور روان دی داسي یوه سیاسي ننداره دټیلی ویژني خپرونو تر نوم لاندی دپښتنو په خاطر او دپښتنو تر نامه د پاکستان ددولت له پلوه په سیمه کی سټیج ته راځی؟
پدې اړه لومړنۍ پوښتنه چي را برسیره کیږي داده چي کله چي دافغانستان خلک له سرو لښکرو سره په جگړې کي دخپل هیواداوآن د پاکستان دخاروي ساتنه کوله ولي یې په خپلو رسنیو کي دآزادۍ یا خیبر یا کوم بل نوم تر عنوان لاندي داسي یو ټیلی ویژني چینل په څپو نه کړ چي په هغو کي افغانانو ته دا حق ورکړی وای چي له سرولښکرو سره په خونړۍ جگړه کي دیوې موثرې خپلواکۍ تبلغاتي وسیلې په توگه کارواخلي او دا مجال ورته پیدا شوی وای چي خپلي آزادي بخښونکي کارنامې یې نړیوالو ته ښولی وای . او یا یې په هغه وخت کي دپښتونخوا د سیمي لپاره اودپښتنو اودپښتو دودي لپاره داسي امکانات ورپه برخه نه کړل چي نن دخیبر ټي وي تر عنوان لاندي داسي خپروني په څپو کړي دي؟
دپاکستان له جوړیدو څخه نږدی شپږ لسیزي تیریږي . دا دیوه هیواددسیاسي ژوند او دتاریخ په پرتله دومر لنډ عمر دی چي حساب یې دخپلو گاونډیو هیوادونو دعمر په پرتله په ملي مایکرون هم نشي اندازه کیدلای اودادیوه نوي زیږیدلي ماشوم بڼه لري چي نه په خبرو پوهیږي، نه په لاره تلای شي او نه پرته د خپلي مور او یا میرې له مرستي خوراک اوڅښاک کولای شي . څه رسي دا چي دا عجیب الخلقه ماشوم په نورو د واک چلولو نارسیدلی بیرتونه تاوکړي او یا دولت او حکومت صادر کړي . څرنگه چي دغه خام آزمایښت یې پر ټوټې ټوټې افغانستان او ددغه هیواد پر کړیدلو او ځوریدلو خلکو وکړ.
دپاکستان له جوړیدو څخه راپدیخوا دپښتونستان لانجه د افغانستان او پاکستان ددولتونو (نه خلکو) تر مینځ دیوې دردناکي غوټي په توگه پاته شویده . د پاکستان دولت تل له دې خبری ویریدلی چي د پښتونخوا سیمي ته دپاکستاني پنجاب په پرتله خود مختاري ورکول د پاکستان دولت ته خطرناک تمامیږي . له هند سره په دریو جگړوکي پاکستان دخپلي خاوري یوه لویه برخه اووگړي ( بنگله دیش) له لاسه ورکړ چي دداسي یوه نوی هیواد رامینځ ته کیدل دپنجابي جنرالانو اوسیاستوالو لپاره داسي یوه نه هیریدونکې څپیړه وه چي درد به یې په پیړیوپیړیو له یاده و نه وزي . دافغانستان دولت که غوښتلای چي خپله ادعا شوې خاوره او وگړي په هغه وخت کي له پاکستان څخه تر لاسه کړي نو کله چي پاکستان له هندسره په جگړو بوخت و کولای يې شول چي په یوه کوچني وسله وال خوځښت دا سیمي له پاکستاني منگولو څخه خلاصي کړي . ولي دافغانستان د هغه وخت دولت دپاکستان دولت ته ډاډ ورکړ چي له خپل گاونډی ورور سره به دژوند اومرگ پداسي حساسي مرحلې کي داسي ونکړي چي دهغه گټو ته تاوان ورسوي بلکي په هغه وخت کي افغانستان دگڼ شمیر پاکستانیانو کوربه شو اوروته یې خپله غیږه په سخاوت پرانستله.
دبنگه دیش په له لاسه ورکولو، دپاکستان دولت له دغی ویری څخه په سبق اخستنی دا هڅه وکړه چی دپښتونخواوسیموته دآزادو قبایلو تر غولونکی نوم لاندی یوه داسی آزادی ورکړی چی ګڼي ددولت سیاسی واکمنی به ددوی په سیمو کی په اجباری توگه نه تحمیلیږی اودوی ته یی دغه آزادی پدی شرط ورکړه چی دپاکستان په جغرافیایی حدودو کی به پاته کیږی.
دغی سیاسی بډی پښتونخوا د پاکستانی پنجاب په پرتله دومره له پرمختگ څخه په ځانگړی توگه له اقتصاد او زده کړی څخه لیری پریښود چی ددی سیمی بیوزلی خلک دی ته اړشول چی د خپلی بقا او پایښت په خاطر کله دافغانستان له دولت سره دیو اړخیزی دوستی سر وښوروی او کله هم پنجابی واکدارانو ته دا ډاډ ورکړی چی ګڼي مونږ له تاسو سره یو.
دغی دژوند اړتیادسیمی خلک دی ته وهڅول چی دخپل پایښت اوورځنی ژوند لپاره دقاچاقو هډی جوړی کړی او دناقانونه وسلو دجوړولودکاخانو انبارونه آباد کړی. ددغی سیمی خلک په وسلو سمبال شول حال دا چی دپنجابی پاکستان وگړو ته پوهنتونونه او ښوونځی جوړل شول. دوسلو فرهنگ په دوی وتپل شو او خلک یی دپاکستانی واکدارانو په نظر کی شریر اوسرکښ وبلل شول. له بله پلوه دا سیمی پداسی نامعلومه برخه لیک کی ښکیل شولې چی پاکستانی سیاست جوړونکی وکولای شی په راتلونکی کی له هغوڅخه دافغانستان پر ضد دخیز دتختی په توگی وکاروی. افغانی ضد هډی او ډلی یی وروزلی او هیواد ته دورانکاری لپاره راولیږلی.
دافغانستان او پاکستان تر مینځ دغی غوټی،افغانستان دی ته اړ کړ چی د خپل جغرافیایی موقعیت پر بنسټ چی له سمندری لاری محروم او وچی ته محدود یو هیواد وو دپخوانی شوروی و حکومت ته له اقتصادی پلوه ډیر نږدی شی او آن داروپایی هیوادونو او نورو لویدیځو هیوادونو په سر کی یی امریکا،افغانستان دروسیی د قمر یو غړی وګڼي . دسیټو په تړون کی د پاکستان گډون افغانستان ته یو بل سیاسی گوزار وو چی په سیمی کی دوسلو سیالیو ته لمنه وهله اوافغانستان دی ته اړ شو چی نور هم روس ته ورنږدی شی او په روس پوری وتړل شی. دی کار افغانستان دهغی عنعنوی پالیسۍ کمبله ورټوله کړه په کوم چی افغانستان د یوه بفر ستیټ یا حایل هیواد په توگه غوښتل ددواړو زبر ځواکونو دساسیتونو اومرستو برابر انډول وساتی او افغانستان غوښتل چی داروپایی هیوادونو او نوری لویدیځی نړی له اقتصادی سیالیو څخه اعظمی گټه دهیواد دآبادی لپاره وکاروی. خو دغه پالیسی دډیرو مرسته کونکو هیوادونو په پام کی یوه دوه مخیزه پالیسی وه چی نی شوای کولای یو لوری هم خوښ وساتی نه ختیځ زبر ځواکان او نه لویدیځ. مگر له دې سره سره لکه څرنگه چی وویل شول افغانستان د روسیی په قمر کی پریوت او روسانو دآسانو پورونو دورکړی تر پلمی لاندی دافغانستان په ټول سیاسی او اقتصادی ژوند کی منگلی ښخی کړی او په غیر مستقیمی توگه یی افغانستان دخپلی امپراتوری یو جزٴو ګڼلو. کله چی خدای بخښلی سردار محمد داود دنوی جمهوریت په مینځ ته راوستلو غوښتل دروس له ولکې څخه افغانستان ځان او هیواد خلاص کړی خپل ځان او کورنی یی له لاسه ورکړه او هیواددسره وږی ښامار او دهغه دروزل شویو لیوانو په لاس کی پریوت او هیواد وران ویجاړ شو.
افغانستان تل داهیله لرله چی دروسیی له دغه تړاو (وابستگی) څخه ځان خلاص کړی او لویدیځه نړی یی دی ته هڅوله چی په افغانستان کی پانگه اچونه وکړی او پرمختایی پروژی پلی کړی. په ١٩٦٢ زېږديز کال کی افغانستان او پاکستان دواړو یو تړون لاسلیک کړ چی افغانستان دکراچی دسمندری بندر له لیاری د هند سمندر ته دآزاد ترانزیت لاره وموندله خو دغه تړون ددواړو هیوادنو تر مینځ ونشو کولای چی موجوده خړه پړه سیاسی فضا روښانه کړی او دپښتونخوا لانجی ته د پای ټکی کیږدی.
دلویديځی نړۍ دمرستو د راجلبولو پالیسی که څه هم وتوانیدله چی ځینی پرمختایی پروژې په هیواد کی پلی شی مگر دا پروژې د روسیې دسخاوت او نذرانی په پرتله دومره لږی وی چی نه شو کولای یو له بل سره یی پرتله کړو. لویديځی نړی په ځانگړی توگه دامریکې متحده ایالاتو او بریتانیې دخپلو مرستو او پرمختیایی پروژو غزول و افغانستان ته پدې شرط وځنډول او یا محدود کړل چی د افغانستان دولت د پاکستان له حکومت سره دپښتونستان لانجې ته پای ورکړی. افغانستان هڅه کوله چی دا لانجه دی په سیمی کی په ریفرانډم کیښوول شی او دپښتونخوا خلکو ته اجازه وکړل شی چی آیا له پاکستان سره پاته کیږی یا له افغانستان سره او یا هم جلا دولت غواړی،ولی دپاکستان دولت پر دی خبری ښه پوهیده چی پښتونخوا هرمرو له افغانستان سره یو ځای کیدونکی ده او ددی سیمی پښتانه غواړی چی له خپلو افغانی پښتنو وروڼو سره چی گډ نیکونه اوټبر لری یوځای شی او دډیورند کرښه یی یوه شرمونکی تپل شوی کرښه ګڼله او دپښتونخوا په هری سیمی کښی او په هر دیوار باندی دا کرښه په سره رنگ لیکلی شوی وه چی (دډیورند لاین نه منو) او دا تر اوسه موجودی دی. دپښتونخوا سیمی خلک تر اوسه ځانونه پاکستانیان نه بولی. آیا دپاکستان حکومت ته تر دې بله کومه لویه ویره شته؟ پایله دا شوه چی د پاکستان حکومت نه غواړی او نه یی غوښتل چی دغی سرطانی غوټی ته پدې بڼه دپای ټکی کیږدی او دخپلی ادعا شوی خاوری یوه بله برخه په مفته له لاسه ورکړی. پاکستان ته د سرطان لومړی غوټه دبنگله دیش مسله وه،دوهمه لا علاجه سرطانی غوټه له هند سره دکشمیر لانجه ده اودریمه غوټه دپښتونخوا لانجه ده. له هند سره په سیالی کی دې اړ شو چی داټومی ځواک څښتن شی.
دپاکستان ستره لانجه داده چی دغه هیواد نه یو تاریخی هویت لری او نه پاکستان کی میشت توکمونه یو له بل سره ژوری گډی تاریخی ریښی او اړیکی لری.لکه بیل شوی بنگالیان،کشمیریان،بلوڅان،سندهیان، پنجابیان اوپښتانه. له همدی امله ده چی دپاکستان ددولتونو سره ستره ویره د بیلتون غوښتونکو توکمونو اوپاڅونونوڅخه ده. دوی ډیر ښه پوهیږی چی ددغو پاڅونونو په راپورته کیدلو او د بیلتون غوښتنی د میچنی په یوه څرخ سره به دنړۍ دنقشې پر مخ به دپاکستان په نوم څه پا ته نشی.
پرافغانستان باندی دسرولښکرناځوانمردانه خونړی تیری اودروسانوپه لاس دجوړشويو گوډاگیو گوندونو اوجاسوسانو په وسیلی دغوایی خونړی کودتا، دسیمی اونړی پام په افغانستان کی نویو حالاتو ته راواړو چی له ټولو څخه لومړی دپاکستان دولت ته یی یوه نوی سا ورکړه او دپښتنودبیلتون غوښتنی له خوځښتونو څخه یی زړه ډاډه شو اوټول پام یی دکشمیر سرطانی غوټی ته نیغ کړ چی په پای کی له هندوستان سره په سیالی کی د اټومی ځواک څښتن شو. خو له پښتنو اوآزادو قبایلو سره دپاکستان هماغی عنعنوی لاری دوام وموند. دغوایی کودتا په افغانستان کی پاکستانی سیاستوالو ته نوی دمه ورکړه. دغه غوایی له ځانه سره یوه بلاربه غوا درلوده چی پاکستانی سیاستوالو ته یی په افغانستان کی دجگړی داور دتودساتلو تر پلمې لاندی ښه کوچ،ماسته اوشیدې برابرولې .دوی دغه غوا دومره وشاربله چی په غوا کی نور څه پاته نشول او بیا یی دهغی په غوښی، پوستکی اوهډوکو پسی چړی راواخیستلې . خبره دی ځای ته ورسیدله چی دغه هیواد پر افغانستان دواکدارۍ کولو بریتونه تاوول اوافغانستان یې له ١٩٩٢ زېږديز کال راپدیخوا دخپلی خاوری یوه صوبه ګڼله . افغانستان ته یې دروسانو په شان درژیمونو په صدور پیل کړل. داهغه خونړی ناکامه اشتباه وه چی ددوی تر سترگو او ددوی تر مخ روسانو آزمویلی وه. دهیواد په کورنیو چاروی کی نیغ په نیغه لاسوهنه،درژیمونو لیږدونه اوړنگونه دپاکستان دسیاست یو جزٴوو. ددغه سیاست لومړی برخه داوه چی دافغانستان وسله وال ماشین ټوټی ټوټی کړی ځکه چی روسانو له خپلی ناکامی تیښتی وروسته خپل لاس پوڅی رژیم ته یی ستر وسله وال ماشین پری ایښی وو او پاکستانی جنرالان ښه پوهیدل چی که افغان مجاهد جنگیالی چی له روسانو سره په جگړه کی د ښه روزل شویو کماندویانو په توگه روزل شوی او دکمونیستی رژیم دوسله وال پوځ سرتیری اوافسران سره له یوه لوی وسله وال ماشین په گډه داسی یو ځواک جوړیدای شی چی ددغه آزمایښت شوی نوی ځواک ماتول هم پاکستان او هم دسیمی نورو هیوادونو ته څه آسانه کار ندی او ایران هم له همدی ویری ورته پالیسی ته ملا وتړله او دهیواد دوسله وال پوځ په ټوټی ټوټی کیدلو کی له هیڅ راز بی شرمیو څخه دریغ ونکړ او یواځنی آسانه لاره داوه چی ټول یو له بله سره وجنگوي.
دوهمه پالیسی پر ملی شتمنیو تیری، چور او تالا کول، دعادی وگړوشتمنی ویجاړول او غیر منقولی شتمنی دبمب او باروتو په اور کی تباه کول او پولی انفلاسوین ته وده ورکول وو چی هیواد له هره اړخه په خپل اقتصاد پوری وتړی. دا انفلاسیون تر دی حده اوچت شو چی په هیواد کی دننه وگړی دی ته اړ شول چی خپل هیواد کی دپردی هیواد، پاکستانی کلداری، وچلوی او دا ددوی ژوند یوه برخه شوله. کله چی د یوه هیواد پولی واحد په بل هیواد کی په عملی توگه په چلند راشی نو سپینه اوبر بنډه خبره ده چی هغه هیواد ته نور څه پاته دی اوملی هویت او جغرافیه یی د له مینځه تللو په حال کی ده. تر دی وروسته یی د هیواد تاریخی آثارو پسی راوخیستله او هر څه یی چی له لاسه وشول ویی کړل. آن داچی نصیرالله بابر دپاکستان دکورنیو چارووزیر او دطالب دپروژې یو اصلی لوبغاړی په خپل کور کی دافغانی تاریخی غلا شویو آثارویو موزیم جوړکړ.
کله چی طالب پروژه په هیواد کی پلې شوله بیا نو پاکستان ددې نارې سورې پیل کړې چي مونږ یوه باثباته افغانستان ته اړتیا لرو. هو! وروسته له دومره ورانیو او تباهیو کله چی مو زړه ډاډه شو چی افغانستان کی نور څه پاته نه دي او پاکستانی سوله او ثبات غواړي او پر خپلو ایراني او تاجیکي سیالانو مو لاس بر شو بیا مو دسولی اوثبات ناریې سورې پیل کړې؟ دسعودی عربو او امریکایی دتیلو دکمپینو په ډالرونو مو طالبی پروژه پیل کړه اودسوچه اسلام بیرغ مو په لاس کی ورکړ. دهیواد ملی شتمنی مولوټ او تالا کړلې . دبامیانو بت چی پنځه زره کلن تاریخی عظمت یی درلود دړی وړی کړ. افغان امپراتور سلطان محمود غزنوی چی په هندوستان کی یی د سومنات بت مات کړ، داسلام سپه سالار او حامی وو او دخلکو په باور چی د خدای ولی وو په هغه وخت کی یی د بامیان بت ته یی لاس ور نه وړ او دهغه تاریخی ارزښت ته یی په درنښت وکتل. ولی پاکستانی طالبانو دخپلو پنجابی جنرالانو په لارښونه په افغانستان کی هغه یواځینی تاریخی هستی هم له مینځه یوړه.
له ١٩٩٢ زېږديز کال راپدېخواپاکستان له خپلو سیمه ایزو سیالانو سره په سیالی کی دافغانستان د تجزیې لوبه پیل کړه. دخراسان کبیر، تاجیکیستان کبیر او لوی پښتونستان نقشی جوړی شوې . ایران پاکستان ته بیرتونه تاوول چی لالا زه له تا څخه کم یم. زه هم دمیلونونو افغانانو کوربه یم او حق لرم چی افغانستان زه د(فلات ایران) په نوم یادوم پدی خاوری باندی منگولی ښخی کړم. بیا له تاجیکستان سره گډه ژبه لرم او ځینی افغانان خو لا ایران (خانه فرهنگی مان) بولی . نو ایران خو دا پلرنی ؟؟؟ حق ځانته ورکولو چی له خپلو پاکستانی سیالانو سره زور آزمایی وکړی.او پدي سیاسی سیمه ایزی نندارې کی ایرانی سیالان پر پاکستانیانوسیالانو دخپلو تاجیکو انډیوالانو په مرستی بر لاسی بریښیدل. تاجیکیستان ته خو روسانو ښه درس ورکړی وو او روسان د افغانانو پر ټولنیز جوړښت ډیر ښه پوهیدل او آن دا چی داسی گوندونه او کسان دننه په افغانستان کی لا تر لاوسه شته چی ددغی پالیسی پلی کوونکی دي . پدې ډول دبیلتون غوښتنی دغه درسونه خو روسانو خپلو لاس پوڅو ته په ښه ډول ورکړی وو. پدې ډول دبیلتون غوښتنی له هغه اور څخه چی پاکستانی جنرالان دپښتونخوا له پلوه ورته په ویره کی وو هغه یې په افغانستان کی بل کړ. خو لکه څرنگه چی وویل شول په افغانستان کی مېشت وگړي گډي تاریخي ریښې لری او هیڅ ځواک نشي کولای چي دغه توکمونه یو له بله بیل کړی.
له بله اړخه کله چی دغه سیالان پدې وپوهیدل چی دافغانستان دټوټې ټوټې کیدلو لمبې به ددوی کورونو ته وغزیږی نو لدې ناولي پالیسۍ څخه لاس په سر شول . ځکه چیي له یویې خوا یې نړۍ ملا تړ نه کاوه او له بله اړخه ددغه هیواد په له مینځه تللو به داسی نوی نور دولتونه جوړ شی چی دوی ته به یو لوی درد سر پیدا کړی او مخه به یې بیا هڅوک ونشی نیولای . لکه په ایران کی د کردانو پاڅونونه، په پاکستان کي د پښتونخوا اوکشمیر لانجې او داسی نور.
لویديځی نړۍ ته هم دا گرانه وه چی دغو نویو رامینځ ته کیدونکو هیوادونو سره جلا جلا معامله وکړی او بلي خوا دهغوی سمیه ایزو گټو ته زیان رسوی . په حقیقت کي دغه کار منځنۍ آسیا، عراق، ایران،هند او پاکستان ته اور اچول وو. دا هغه له خطره ډکه خونړی لوبه وه چی دګڼ شمیر افغانانو له وینو تویولو وروسته دسیمي سیالان په سر کي یې پاکستانیان متوجې شول او په خپلي پالیسۍ کي یې له سره بدلونونه راوستل.
دا ټوله بد بختی هله پیل شوله چی کله چی په افغانستان کی روس پلوی گوډاگی رژیم نسکور شو. لویدیځي نړۍ په سر کي یر امریکا په افغانستان کي خپل ماموریت پای ته ورساوه او افغانستان یې له ١٣ کالو جگړووروسته ( ١٩٧٢- ١٩٩٢ ) دسیمي د سیالانو په منگولو کي یوازي په میدان پریښود. بې ځایه نه ده چي دامریکا دبهرنیو چاورو سکرتره (وزیره) میرمن رایس له افغانستان څخه د تیري میاشتي لیدني په وخت په ډانگ پیلې توگه وویل چي مونږ به افغانستان نور یوازي نه پریږدو. داسفر پداسي یوې موقع کي تر سره کیږي چي امریکا خپل ځانگړی افغان ټبری استازی او سفیر زلمی خلیلزاد دافغانستان له ماموریت څخه گوښه کوي او عراق ته یې دورته ماموریت لپاره لیږي . داسي بریښي چي ښاغلی خلیلزاد دپاکستانیانو په پټو کارنامو ښه خبر و او په حقیقت کي په پاکستان باندي یې دا نیوکه لرله چي دالقاعدې په لټون پسي دپاکستاني لوري هڅی هیڅ اویا له دوه مخي سیاسیت سره ملگري دي . پاکستان ډیري هلي ځلي وکړې تر څو امریکایي مشران پدې وهڅوي چي خلیلزاد له افغانستان څخه بیرته وغواړي . ولي امریکایي مشرانو دا خبره نه منله تر څو چي پاکستان دخپل بادار او ولي نعمت انگریز په میځگړیتوب امریکا دې ته وهڅوله چي خلیلزاد له کابله لیري او عراق ته واستوي ځکه انگریزانو ته پاکستان هومره ارزښت لري لکه چي په خپله انگریزان وامریکایانو ته . نو له دې امله د میرمن رایس خبره وروسته د خلیلزاد له لیري کیدلو په مخامخ ډول و پاکستاني جنرالانوته وه چي نور به افغانستان ستاسو لاسوهنو ته یوازي نه پریږدو.
دروسیې دسرې امپراتوری له دړي وړي کیدلو وروسته چي دافغانستان دملت په مټ او دلویدیځي نړۍ په مالي مرستي تر سره شوه پاکستان تل دا ناولې هڅه کړې چي دا لاس ته راغلی تاریخي افتخار په ځان وتړي او په مفته بیه دافغانستان له لاري دمینځنی آسیا دنویو په دولت رسیدلو هیوادونو بازارونو او طبیعی زیرمو ته په آسانۍ لاره پیدا کړي . هند چي د پاکستان سیمه ایز سیال دی هم غواړي چي په هر راز وی پدې لوبه کي تر پاکستان د مخه شي . بې ځایه نده چي د تاجیکستان په سیمه کي هندي پوځیان او مشاورین لومړی د مسعود دډلی ملگرتیا کوله او دامریکایي له ځواکونو له راتگ څخه وروسته دهغوی ککرۍ په بربنډه توگه له تاجیکستان څخه راپورته شولې.
د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپتامبر د یولسمی پیښی په نیویورک کي، افغانستان ته داسي یوه ځانگړتیا ورکړه چي نه یې پاکستاني جنرالانو اوسیاست جوړونکو دا خیال کولو او نه ایراني توري پگړیو ملایانو اوآیت الله گانو، نه تاجیکي او ترکمن گاونډیو دا انگیرنه درلوده چي نړیوال سوله ساتونکي ځواک په سر کي یې امریکا به یوه ورځ افغانستان ته راشي او هلته به دلویدیځي نړۍ او یا هم ورسره جوخت دافغانانو دملي گټو پربنسټ به یو نظام رامینځ ته کړي چي د گاونډیو د ټولولاسوهونو ریښې به له بیخه وباسي او دخوبونو نړۍ به په داسي ډول ونړیږي . دا ددوی په فورمولو کښي نه وه محاسبه شوې . دغی پېښي پاکستاني جنرالان او ایراني آیت الله گان هک پک کړل. له دې امله دې ته اړ شول چي یو ځل بیا دخپلو میزونو تر شا کښیني او نوي رامینځ ته شوي بهیر ته په ځواب کي نوي پلانونه جوړ کړي او له هغو سره ځانونه عیار کړي.
افغانستان ته دامریکایي پوځونو په راتگ سره یوځل بیا دپاکستاني جنرالانو غوا بلاربه شوه او بیا دمفته کوچو،شیدو او مستو په خیال یی خپلی سترگي دافغانستان په لوري په بله بڼه نیغي کړې او هغه دا و چي په څه راز له امریکایانو سره په معامله کي له هغوی څخه د القاعدې د ټکولو تر بهانې لاندي نوي ډالر تر لاسه کړي . لومړی یې له امریکایانو څخه ښه ډالر تر لاسه کړل تر څو دالقاعدی وړې او خورې ورې ډلي گرفتاري کړي . له بلې خوا یې خپلو سرکشو ملایانو ته د یوه سیاسي رشوت ورکولو په بدله کي د صوبه سرحد دواکدارۍ ځواک په بربنډه ورځ په لاس کی ورکړه ترڅو دهغوی خوله پدې ډول پټه وساتي کوم چی دا ملایان په خپله دالقاعدې اصلي بازیگران وو او دطالبانو په وخت کي د همدغو ملایانو په لاس یې پاکستاني اسلامي شریعت پلي کړ او دپاکستان له پلوه دوی د طالبانودملا تیر ګڼل کیدل چي دپاکستان دولت خپلي مالي اووسله والي مرستي په پټه له دغه چینل څخه افغانستان ته لیږلې . داسي دومخیزه لوبه چي هیڅ چا یې تصور هم نشو کولای.
دالقاعدې دپاته شونو دعملیاتو تر نامه لاندي دپښتونخوا په سیمي کي پاکستان ډیري ستري سیاسي گټي واخیستې. دا په اصطلاح د القاعدې ضد عملیات ورته الفایده شول . پاکستان هیڅکله پدې نه وو توانیدلي چي د پښتونخوا په سیمو کي دخپل عنعنوي سیاست پر بنسټ پراخ پوځي عملیات وکړي . په پښتونخوا کي دپراخو پوځي عملیاتو ننداره هغه هم دامریکا په مالي مرسته چي پاکستاني جنرالانو ته پرته له کومه مصرفه تمامیږي پاکستان ته دا توان ورکړ چي د پښتونخوا دسیمو مشرانو ته خپله سره سترگه ورښکاره کړي او بله اړخه پاکستاني دولتي حاکمیت ټینگ کړي چي دپاکستان له رامینځ کیدلو وروسته د پاکستان دولت پدې نه و توانیدلای چي پدغو سیمو کی پداسي عملیاتو لاس پوري کړي.
کله چی دپښتونخوا په سیمي کي دپاکستان ددولت منگولي ښخي شولې نو اوس وار ددې دی چي دپښتنو دغولولو لپاره د یوه سیاسي رشوت په ورکولو هغوی خوشحاله کړي او هغه د خیبر د ټیلی ویِژن خپریدل وو. دپاکستان پدې لوبه د پښتونخوا اصلي پښتانه بچي په سر کي یې د هغی پښتنی سیمی روڼ انده قشر او لیکوالان نه غولیږي او پرې ښه پوهیږي نو ځکه دخیبر ټیلی ویِژن خپرونکو ته نه خپلي مقالې او نه شعرونه ورکوي . هغوی ښه پوهیږي چي دهغوی حقه حقوقو ته پاکستان په سپکه کتلي .هغوی ځانونه په اصل کي پاکستانیان نه بولي بلکي هغوی ځانونه پښتانه بولي او دا شعار یې تل له پښتني خولې وتلی چي( لر اوبر یو پښتون یو افغان یو آواز). نو خیبر ټیلی ویژن دپاکستان ددولتي حاکمیت دپلي کونکي اویوې پاکستاني (نه پښتني) جمعې رسنۍ په توگه د پاکستاني روحیې د تقویې په خاطر دې ته اړ دی چي د(ښکلی پاکستان) کلمه دخدای بخښلی ملنگ جان دشعر په وروستي بند ور زیاته کړي.
د خیبر د ټیلی ویژن خپروني پدې خاطر هم شویدي چي پاکستان له ایرانیي رقیب سره په رقابت کي خپلي پایڅې بډ وهي او دا دوه مخیزه سیاست په سیمه کي پر مخ یوسي . ځکه یو شمیر پلورل شوي افغانان لکه څرنگه چي د مخه وویل شول ځانونه له فرهنگي پلوه ایرانیان بولي (ایران خانه فرهنگی من است- لطیف پدرام د جمهوری ریاست کاندید )
ددغو لوبو په ترڅ کي دغو ښاغلو لوبغاړو او دهغوی لاس پوڅو ته باید یو ځل بیا دتاریخ پاڼي راواړول شي او دتاریخ درس دي له سره ووایي اوافغانستان دي د خپلو سیاسي لوبو ډگر نه جوړوي . ددې خاوري پښتون، ازبک، تاجیک،هزاره،بلوڅ،نورستانی، ایماق، ترکمن ،پشه یې ،عرب او هندو ټول سره یو دي او اوبه هیڅکله څوک په ډانگ نشي بیلولای . نن که هر څه وي سبا ددې خاوري زامن بیرته هماغه ورونه دي او دافغانانو دتورو هیبت دلته په دې میړنۍ خاروه کي ډیر په گونډو کړیدي.
",ولي خيبر ټي وي جوړ او په خپرونو يې پيل وکړ؟
3004,عبدالهادي ريشا - کراچي,"
١٣٨٤ د غويي لسمه
مخترعینو دانسانانو دپاره، د دوی د ژوند د آسانتیاو پخاطر ډېر شیان د علم له برکته اختراع کړي دي، مثلاً: تلګراف، ټیلیفون او نور . . . بیا یې په دریاب کي دا دونه ابېجه بلا (اوګوټ) بې پښو- بې لاسو را رهي کړې ده ، بلا یې کړې ده، آفرین!
طیاره چي یې الوزولې ده ، لويه آهني پرنده هم لويه - عجبه اختراع ده (اېري والله) وداسي کمال ته .
موټر چي یې پر مځکه وځغلاوه ډېر اعلی ، شاباسی ورته وایم ، خو دخرو لا نه یو خلاص سوي .
راډیو د انسانانو لوی ضرورت پوره کړئ دئ ، په حالاتو چټک سره خبریږي . په تلویزیون کي چي ټوله نړۍ لیدل کیږي دا هم ( آ ئـينهء جهان نماء) ده - لوی ایجاد دئ او د حیرت نو آور دئ ، صد آفرین!
کمپیوټر خو (هو- ها) مې ( مه يې ) کوه خبري ، چي و بشر ته د غټ بري او خدمت نمونه ده - ډیري غوټي په خلاصیږي - د حیرت ګوته مو په غاښ ورته نیولې ده . هغه چا، چي ګرځنده ټيليفون ( موبائل )را ایستلئ دئ ، (دمور شیدې) خدای (ج) خبر چي بله مور به داسي زوی زېږوي . برق ، طبي - زراعتي آلات او خدمات خو مه ښوروه . دا ټول اختراعات ، د مخترعینو له خوا څخه انسانانو ته عظیمي عطیې ( پېرزويني ) دي ، مګر بدبختانه مختر عینو د دې ګټورو اختراعاتو په څنګ کي خورا نابوده ، تاواني او تخریبي ایجادونه هم کړي دي ؛ تباه کنه اسلحې یې جوړي کړي دي . د قتل عام د پاره یې ِِاټم - بم د سرګلولې سره دینګ درولی دئ ؛ دا قسم اختراعات بیا د تحسین وړ نه ، د نفرین او تلعین وړ دي . ما و داسي ایجادګرانو ته خورا درد راځي ، چي د انسانانو د قتل د پاره تباه کن اسباب جوړوي او استعمالوي .
زه دا ډول احمقانه اختراعات سخت غندم . شرم دئ ، چي د اټم نوم په نورو ښو اختراعاتو کي یاد سي ، که یاد سي نو زه د عوامو دغه اصطلاح یادوم ، چي (ټوله مو ، ټر!!) .
",مخترعين او اختراعات - عبدالهادي ريشا - کراچي
3005,,"
١٣٨٤ د غويي لسمه ميرويس جليل کابل
نن د غويي دمياشتي پر لسمه نېټۀ په سيمه ايز وخت سهار پر اته بجې د هرات په ولايت اوسيدونکو تر پرونۍ ناکراريو وروسته په لاريون لاس پوري کړ ، تازه رارسيدلي خبرونه وايي چي د لاريون په وخت کښي د پوليسو سره نښته وشوه ، او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده .
د بېنوا ويبپاڼي خبريال جليل له کابله ليکي چي لاریون کونکي چه شمیر یې د ٥٠٠ په شاوخواکي وو د شنبې دسهار په ٨ بجو یې د لاریون لار د جگړې په ډگر غوره وباله او د هرات د اوسني والي ملي پوځ او ملي پولیسو په ضد یې شعارونه ورکول .
دا لاریون چه تر غرمې دمخه په سوله ییزه توگه روان و د چارواکو په وینا له هغه وروسته په لاره واچول شو چه تیره ورځ د هرات د معارف په کمپ کي د پولیسو او ملي پوځ له خوا د اوسیدونکو سره جگړه پیل شوه چي په ترځ کي یې د دو ښځو په گډون شپږ تنه هرات ښاريان ووژل شول .
د یادوني وړ ده چي تر دې مهاله ( کابل ماپښين دوې بجې) د جگړې اصلي عامل په گوته شوی ندی خو ویل شوي چي نریوالو ایتلافی ځواکونو د لاریون کونکو مخي ته راوتلي او د ډزو غږونه هم تر غوږو کیږي .
",نن دهرات اوسيدونکو په لاريون لاس پوري کړ
3006,,"
١٣٨٤ دغويي لسمه -هرات
د رويټر خبري اژانس دخبر له مخي دهرات په پرونۍ پېښو کي چي د مجاهدينو د بري د ١٣مي کليزي په جشن يوه ورځ وروسته د پوهني د ورځي د نمانځني په جشن کي رامنځته شوي وې د يوې ښځي په ګډون دوه تنه وژل شوي دي ، او يو شمېر نور ټپيان دي . د هرات روغتون يوه ډاکټر خبريالانو ته وويل چي تېره شپه درې څلور تنه زخميان دوی ته رسيدلي دي .
نن سهار پر اته بجې د هرات يو شمېر اوسيدونکو چي ويل کيږي شمېر يې تر ٥٠٠ تنو زيات و په لاريون لاس پوري کړ ، په سيمه ايز وخت د غرمې وروسته د لاريون کوونکو او ملي پوليسو تر منځ په ډزو کي د وروستيو خبرونو له مخي شپږ تنه وژل شوي او يو شمېر نور زخميان دي .
د ملي اردو يوه تن سرتيري عبدالمنان وويل چي د لاريون کوونکو له خوا پر دوی ډزي شوي دي ، کله چي دوی دځان څخه د دفاع په وخت کي ډزي وکړې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده ، سيمي ته تر پېښي وروسته نړيوال سوله ساتي ځواکونه رسيدلي دي ، هغوی دا هڅه کوي چي حالات تر کنترول لاندي راولي .
لومړنيو خبرونو ښکاره کړېده چي نن د غويي پرلسمه نېتۀ به د کورنيو چارو او دفاع وزارت يو بيړنی پلاوی هرات ته ورسيږي .
",په هرات کي پرون دوه او نن شپږ تنه ووژل شوه
3007,,"
١٣٨٤ دغويي لسمه کندهار
په سهيل لوديدځ ولايت کندهار کښي د کوکنارو څخه د ترياکو لاسته راوړه پيل شوي دي. په سيمه ايزه اصطلاح د کوکنارو ددانې څخه د ترياکو د راويستلو چم ته نېښ وهل وايي : دکوکنار بوټی تر هغه وروسته چي څو اوونۍ يې پر ګل تېري شي ترياک ( افيم ) ورکولو ته تيار شي .کندهار او شاوخوا نږدې سيمي چي دنورو په پرتله تودې دي د ترياکو نېښ وهل يې هم تر نورو سيمو مخته پېليږي ، د کندهار څخه د بېنوا ويبپاڼي خبريال خبر راکوي چي په دې سيمه کي د پرون راهيسي نېښ وهل پيل شوی دی ، دا کار په داسي مهال کيږي چي مرکزي دولت د نشه يي توکو او کوکنارو سره د جهاد اعلان کړی دی ، خو د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د تيري اوونۍ نښتي چي د کوکنارو د له منځه وړلو پر سر راپيدا شوې وي ، نورو ته دا جرئت ورکړ چي د خپلو کوکنارو څخه د افيم په را ټولولو لاس پوري کړي .
د ولسمشر سلاکار وزير اود کندهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي وويل چي نه غواړي د خلکو سره زور زياتی وکړي . هغه وويل چي غواړي په داسي چارو کښي هره پرېکړه د ولس سره د پوهاوي له لارې په سوله ايزه فضا کښي وکړی .
",په کندهار کي د ترياکو نېښ وهل پيل شول
3008,,"
هرات د غويي لسمه
د هرات په اړه وروستيو خبرونو څرګنده کړېده چي پېښه لومړی د يوه پوليس او د اردو د يوه سرتيري تر منځ رامنځته شوه ، ډزي وشوې او په پايله کي يې يوه مېرمنه ووژل شوه او دهغې ماشوم زخمي او بيا روغتون ته وليږدول شو .
جګړې تاو واخيست او دوه ساعته ماشينګڼي او لاسي بمونه يو پر بل وکارول شول .
ددې پېښي وروسته نن د هرات ښار ښاريانو په لاريون لاس پوري کړ ، چي ترلږ وخت وروسته د ګډوډۍ سره مخ شو ، لاريون کوونکو د هرات ولايت محاصره کړ ، او ځيني نوري لاري يې وتړلې .
د پېښي په اړه افغان ولسمشر حامد کرزي ژ وره خواشيني څرګنده کړه ، او سملاسي يې د کابل څخه نن ماپښين هرات ته يو پلاوې واستا وه . له بلې خوا د هرات د پوليسو او امنيت مشر بابا جان وويل چي ځواکونو يې اوس د هرات ښار امنيت تامين کړی دی ، لاريون پای ته رسيدلی دی .
د يوه بل خبر له مخي د هرات ولايت يوه چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې ياد شي وويل چي د لاريون کوونکوڅخه نږدې دوه سوه تنه د پوليسو او ملي اردو د ځواکونو له خوا نيول شوي او زندان ته اچول شوي دي ، دې کار د هرات ښارد اوسيدونکو غصه نوره هم راپارولې ده .
ددفاع وزارت چارواکو په ټوله پېښه کي د دوو تنو د وژل کېدو او اوو کسانو د زخمي کېدو خبره تائېد کړې ده ، خو عيني شاهدان د وژل شويو کسانو شمېره تر لسو زيات ښيي .د دفاع وزارت يوه چارواکي دازادۍ راډيو خبريال ته وويل چي د دوو پوځي سرتېرو تر منځ شخړه او په هغې کي د وسلې کارول څه نوې خبره نه ده او دا کار په نورو هيوادونو کي هم کله کله رامنځته کيږي .
",د هرات نښته د ملي پوځ او پوليسو تر منځ رامنځته شوه
3009,,"
وردګ جريده چې له وردګو څخه دوردګوزلميانو دفرهنګي ټولنې مياشتينۍ خپرېدونکې خپرونه ده اوومه ګڼه يې د١٥٠٠ګڼو په تيراژ سره دحميد ناصري وردګ په مديريت څه موده مخکي له چاپه را ووتلې ٠
تاسي اوس کولای شئ د بېنوا د رسنيو په ځينځير کي نوموړې جريده ( اوومه ګڼه ) اونلان مطالعه کړئ
او يا هم په لاندي پته ورتلای شئ :
http://benawa.com/rasanay/wardag
",دوردګ جريدې اوومه
3010,عبدالاحد پيغام _ كابل,"
عبدالاحد پيغام _كابل د۱۳۸۴كال دغويي لسمه
خوشحال بابا دپښتوژبي دشعر داسمان هغه روڼ اوځلاند ستوري دي ،چي د يوه سترعالم اومفكرپه توګه يي دخپل لوړتخيل اوغښتلي قلم په زوردژوند دبيلابيلو اړخونوانځورونه په داسي استادانه مهارت اوپياوړتيا دشعرپه خوږه ژبه كښلي چي دتل لپاره به دپښتوژبي دشعرپررنګينه دښته باندي دستروشهكارونواونايابه ملغلروپه توګه پاتي شي .
موسيقي ديوه ښكلي اوزړه پارونكي هنر په توګه دانساني ژوندانه هغه سپيڅلي اوځليدونكي برخه ده چي هرژوندي موجوديي په اوريدوسره دځانګړي كيفيت احساس كوي ،په تيره بيا هغه موسيقي چي دموسيقي دهنراوفن په علمي اصولواولوړو اساساتو باندي ولاړه وي .
خوشحال بابا چي كله غوښتي دموسيقي دهنراو فن په هكله وږغيږي نوډيرپه مينه اواستادانه مهارت ږغيدلي ،داسي ږغيدلي لكه څنګه چي (ني )ږغيږي ،داسي ږغيدلي لكه سارنګ اودلرباچي ږغيږي ،لكه چي وايي :
مطرب راته له ورايه په تارونوليندۍ ايښي
په بم په زير جاروزي موږ يي محوه په نوا، يو
په دي شعركي دتارونو،ليندۍ ،زير اوبم لفظونه دموسيقي هغه رمزونه او ځانګړتياوي دي چي بايد يوموسيقي دان ورباندي پوه شي اويا هغه كسان چي ددي آلي ږغونكي وي .
په دي بيت كي دخوشحال بابا اشاره دموسيقي هغي آ لي ته ده چي سارنګي ورته وايي چي اوس هم شته ،سارنګ ،سارنګي ،دلربااوويلون دموسيقي هغه تارلرونكي الات دي چي دلينديواويا كمانچوپه وسيله ږغول كيږي .
سارنګ ،سارنګي اودلربادشرقي موسيقي ډيري په زړه پوري ږغونكي الي دي ،ويلون شرقي آله نه ده خواوس په شرقي موسيقي كي دهغه استعمال دومره عام شوي دي چي اصلآ څوك فكرنه كوي چي دادي دغربي موسيقي آله وي ،سارنګي ډيره پخواني آله ده چي دهنددموسيقي نه پښتو موسيقي ته نقل شوي ده اوپه پښتوموسيقي كي يي رواج موندلي دي ،داسي ښكاري چي دخوشال باباپه دوره كي هم دسارنګي ږغول رواج درلودچي خوشال بابا پخپلوغزلونواوشعرونوكي تري يادونه كړيده .
همدارازخوشحال بابا په خپل يوه بل پسرلني شعركي داسي وايي :
ګل ومل سازوسرود،ساقي سري سترګي
لابه ډيرعالم رسواكا چي داچارشته
په پورته بيت كي خوشحال بابا دسرود يادونه كړي ،سرودهم دسازمانالري اوهم دموسيقي ديوه آلي نوم دي چي له ستار نه وړوكي ،اورباب ته ورته دي چي په ږغ كي يي په زړه پوري احساس پارونكي آهنګ پروت دي ،په شرقي موسيقي كي سرود خپل ځانګړي ځاي اوخاص اوريدونكي لري ،په هندوستان كي ددي الي ډير پياوړي اووتلي استادان شته ،د سرود په اهنګ كي دستار اورباب څخه جلا يوبل ډول زړه پارونكي ،مست اوجادوګرږغ پروت دي ،چي ترډيره حده دنوي كال اوپسرلي دطراوت ، مستي ،جوش ،سركښي ،رندي ، ډير ښه تصوير انځورولي شي ځكه خوخوشحال بابا دخپل پسرلني شعر زمزمي دسرودله فيض اوبركت نه بي برخي نه دي پري ايښي
داسي ښكاري چي موسيقي د بابا په روح اواحساس كي ډيرژوراوناپايه ځاي درلود،بابا چي كله غوښتي كومه مسته اوله شوره ډك غزل وليكي نوپه هغه غزل كي يي موسيقي ته خپل ځانګړي ځاي ټاكلي اوپه ډير لوړ اواستادانه مهارت يي دموسيقي يادونه كړي
ده ،له دي نه څرګنديږي چي باباډيرزيات دموسيقي په هنر اوفن پوه شخصيت و، لكه چي پخپله يوه ډيره مشهوره اورندانه غزل كي وايي :
مي شته ،چنګ وني شته دخپل يارسره خوشحاله
خپل بياض په لاس كه ځه ګلزارلره كنه
چنګ اوني هم دموسيقي دوه ږغونكي الي دي چي له ډيري زماني نه راپديخوا يي دموسيقي په كوراوكهول كي خپل ځاي اومقام ساتلي دي اوله دي نه ښكاري چي خوشحال باباله دغودواړوسره نه يوازي داچي اشنايي لري بلكه ددي دواړوالودږغ سره مينه لري ځكه خويي پخپل شعركي ورته دشاعر له نوم سره يوځاي په وروستيو بيتونو
كي ځاي وركړي اوپه ډيره مينه يي دهغوي يادونه كړي ده .
خوشال بابا پخپل اثردستارنامه كي ددستارسړي په هكله وايي :
چي دستارتړي هزاردي
ددستارسړي په شماردي
بابا ددستارسړي هغه بولي چي دشلوهنرونواوشلوخصلتونوڅښتن وي ،په دغوشلوهنرونوكي يوهنرهم دموسيقي هنربولي چي ددستارسړي بايد دموسيقي په هنرپوه وي ،داهغه باارزښته هنر دي چي زموږ ستراوبافرهنګه بابايي دقوم ،قبيلي ، اوولسي مشرلپاره لازم ګڼي ،باباته دموسيقي دهنرجوهر اوقوت ډيرڅرګنددي ځكه خويي ديوه مشر لپاره لازم اوضروري ګڼي چي بايد ورباندي پوه وي .
دبابادڅواړخيزعلمي ،فرهنګي ،ادبي ،سياسي ،ټولنيز،اوهنري شخصيت په هكله چي څومره تحقيق اوڅيړني وشي كمي دي ،خو روښانه خبره داده چي بابانه يواځي خپله دموسيقي له هنرسره مينه لرله بلكه ده داهنردانساني ژونديوه نه بيليدونكي برخه ګڼلي ده ،اوحتئ دقوم اوقبيلي دمشرتابه لپاره يي دموسيقي په هنرپوهيدل يولازمي اوضروري شرط ګڼلي دي .
خوپه ډيره خواشيني سره بايدووايوچي پښتانه ،موسيقي اودموسيقي هنرمندته په درنه سترګه نه ګوري ،متاسفانه پښتانه هنرمنداوسندرغاړي ته ډم وايي اوډم بيا دټولني هغه حقيراوټيټ شخص ګڼي چي حتي سړي بايد ورسره په ورين تندي سلام هم ونه كړي په داسي حال كي چي يوعالم دموسيقي په هكله وايي : هغه كسان چي په موسيقي پوهيږي داسي وګڼي چي دژوندپه ټولورمزونواورازونوپوهيږي .
دشرق اكثروستروشاعرانوموسيقي اوريدل ،ديره اوحجره به يي تل دسندرغاړونه ډكه وه اوهروخت به يي دخپلوشعرونوداصلاح ،اوپه شعركي دموسيقيت په هكله دهغوي څخه مشوري غوښتي ،ځكه خوپه كلاسيك شعركي دنوروشعري صنعتونوترڅنګ دموسيقي برخه ډيره غښتلي اوپياوړي ښكاري اوهمدادموسيقي بركت دي چي كلاسيكوشعرونوته يي دومره ستره غنا وربخښلي ده، هغه شعرچي موسيقيت ونه لري هغه شعرداوريدلونه دي اونه يي څوك اوري ،دهنداوپاكستان اوسني شاعران ټول دموسيقي سره يونه شليدونكي تړاولري ،زموږداوسني پښتو شعريوه لويه ستونزه داده چي زموږ شاعرله موسيقي سره اشنايي نه لري ځكه خويي په شعرونو كي هغه لازمه موزيكاله مستي ،شور،دبدبه ،صلابت اوهڅونه نشته ( دايولوي اواوږدبحث دي كه فرصت پيداشوپه دي هكله به بياپه راتلونكي كي وږغيږو )
په اخيركي خپل دغه بحث دبابا په لاندنيوبيتونوپاي ته رسوم :
راشه اي مطربه دنوروزسرود آغازكړه
ښي نغمي زړه سوزي په رباب په ني وچنګ كړي
زه خوشرابي يم شيخه څه راسره جنګ كړي
برخي ازلي دي كاشكي مادځان په رنګ كړي
",دخوشحال شعردزير وبم په نغموكي
3011,,"
",
3012,الحاج مولوی نورالحق,"
الحاج مولوي عبدالحق منصور
لومړۍ برخه :
په اسلام کي دښځوحقوق
دپیړیوراهیسی دحق اوباطل مقابله روانه ده داسلام دښمنانوداسلامی عقایدو،قوانینواواصولوپرخلاف دعامو اذهانوخرابولواوورته دشکونوپیداکولولپاره بی انتهاافوهات اودرواغ په کار اچولی .په تیروڅولسیزوکی داسلام په حقانیت دخاوری اچولواودخپلوشومواهدافوترلاسه کولوپه خاطر داسلام دښمنانودبشردحقوقواویادښځودحقوقوموضوع ډیره په زوراوشورسره راپورته کړی دنړۍتقریباً ټول مطبوعات یی ددی هدف لپاره ګومارلی دمسلمانانودسستۍ اوغفلت په وجه چونکه دنړۍ په ټوله میډیا(مطبوعاتو)داستکباری قوتونوقبضه ده نوڅنګه چی وغواړی اسلام خلکوته معرفی کوی بل لورته ددین سره مینه لرونکومسلمانانوسره که جوابی وسایل شته هم دنشت برابردي .
روسانواوکمونست پلوه سازمانونوهم دښځی دحقوقواوآزادۍ نعری وهلی بلکه دکمونستی انقلاب دپیل موضوع همداوه همدغه راز غربی نړۍ اوغرب پلوه موسساتوهم ددیموکراسۍ ارعنوان لاندی دی موضوع ته هواورکړي ځانونه دښځودحقوقوپلوي اوآزادی ورکونکی بولی .دښځوپه هکله اسلامی قوانین پټوی ترڅوداسلام مبارک دین په بی کفایتۍ اوۍلم تورن کړی که په کوم ځای کی دسیمه یزودودونودلاسه ښځوسره نارواسلوک کیږی دوۍ نسبت اسلام ته کوي اوپدی کی هیځ شک نشته چی دښځوپه اړه دبعضی سیمودودونه اسلام سره په ټکرکی دی .
مخکی لدی چی په اسلام کی دښځی حقوق اومرتبه داسلام له نظره وڅیړواویاپدی اړه دکفاروپه افراط اوتفریط بحث وکړوغوره به داوی چی پدی هکله مونږپه افغانی ټولنه کی څومره نیمګړتیاوی لرواوورسره داسلامی اصولومطابق چلندنه کووورباندی اعتراف وکړواوددنورونواقصو(نیمګړتیاو)په څیر یی اول اصلاح اوسمون ته زیرشو.
په افغانی ټولنه کی دښځی حقوق
زمونږولس یومسلمان ولس دی داسلام په لارکی بی ساری سرښندنی ورکړي اسلامی ارزښتونوته احترام لری خودښځوپه هکله یی رسمونه ښکاره داسلام خلاف اودبی انصافۍ نه ډک دي .
(۱)دروزنی اوتربیت په موضوع کی چی څومره هلک ته توجوکیږی په هغه اندازه دښځی اینده په نظرکی نه نیول کیږی
(۲)دکوژدی اوواده په موقع چونکه دښځی دراتلونکی ژوندسرنوشت ټاکل کیږی دنجلۍ رایی ته اړتیاده خوکوم ارزښت نه ورکول کیږی اودنجلۍ نه پوښتنه کورنۍ ځان لپاره عاربولی
مهرشرعاًاوعقلاً دنجلۍ حق دی خونه ورکول کیږی پلار بلکه دنجلۍ نه دخپل مهرغوښتوجرأت هم اخستل شوی .
(۴)دافغانستان په بعضی سیموکی ښځه دڅارویوپه څیرپلورل کیږی دنورواړخونوپه نظرکی نیولوپرخلاف هغه څوک دنجلۍ حقدارګڼل کیږی چی پلارته یی زیاتی پیسی ورکوی .ډیروځایونوکی نجونی دولور دناروادوددوجی ارډیره عمره دپلارپه کورناسته وی همدغه رازدنارینه ځوانانودژوندزیاته برخه دولورګټلوکی تیره شی کله خودواده نه روسته هم دقرضونودروندپیټی لري کولوپه خاطرناوی اودحوشحالۍ څولحضوپریښودلوته اړوي خوله بده مرغه دنجلۍ پلارخپل جیب ډکول ځان لپاره افتخاربولی .
(۵)دعدل په موضوع کی ځمونږخلک دزیاتی بی پروایی څخه کار اخلی کوم کسان چی دوه یا زیات ودونه ولری دټولوښځوترمنځ دنوبت،خوراک اوپوښاک کی ورته والی په نظرکی نه نیسي اوداورته معمولی خبره ښکاری حالانکه داسلامی تعلیماتو په رڼاکی دایوه مهمه مسئله ده .دزړه دممیلان څخه پرته نورټول حقووق باید دښځوترمنځ برابر وی .
(۶)دافغانستان په اکثروسیموکی خصوصاًدپښتنوپه سیموکی ښځه بدوکی ورکول کیږی که پلار یاورورقتل وکړی دجرګی اوصلحی نتیجه کی دمقتول وارثانوته دمال یانورواجناسوپرځای ښځه ورکول کیږی ترڅوبدی پای ته ورسوی دپلاریاوروردبدمعاشۍ تلافی په نجلۍ باندی کوی نجلۍ دښمن ته حواله کړي دغه نجلۍ ته بیاټول عمر پدی کورکی ددښمنی په سترکه کتل کیږی دغه نجلۍ دهرقسم لورینی څخه بی برخی اودهررازتکلیفونووړبلل کیږی.
(۷)دوراثت حق نه ورکول کیږی داسلامی قوانینوله مخی چی څنګه نارینه حق لری ښځه یی هم په وراثت کی لر ی صرف دومره فرق دی چی نارینه ته دپلارپه مال کی دوه اوښځینه ته یوه برخه ورکول کیږی اوداځکه چی دښځی ټولی اړتیاوی لکه خوراک جامه اوداسی نور دڅښتن په غاړه وی .
لنډ ه داچی ځمونږپه وطنونوکی ښځه دمیراث دحق څخه محروبه بلل کیږی دسختی اړتیا په صورت کی هم ښځه حپل دمیراث حق نشی غوښتلای
(۸)دنوروشیانو به څیر ښځه په میراث وړل کیږی کله چی یی څښتن مړشی دعدت (څلورمیاشتی اولسوورځو)تیرولونه روسته شرعاًکه وغواړی ښځه حق لری ځان ته په خپله خوښه میړه انتخاب کړی لیکن په افغانی ټولنه کی یی دخاوندورثه ځان ته کینوی چاته چی نکاح باندی ورکول کیږی هغه وړوکی وي که زوړ(سپین ږیری )کونډه دنکاح اراده لری اوکه نه رایی ته یی اعتبارنه ورکول کیږی ځکه په میراث ورته پاتی شوی ده که فرضاًښځه چاسره نکاح وکړی دڅښتن کورنۍ ته دسزاوړمجرمه او نوی څښتن یی هم مجرم اودښمن بلل کیږی .
یادونه : په افغانی ټولنه کی دښځوپه اړه پورته ذکرشوی نیمګړتیاوی دخپلى ټولنی دسپکاوی په منظورنه بلکه دداسی ناوړه دودونوختمولولپاره دهڅواوهاندپه منظورلیکل شوی اودا هله ممکن ده چی په اسلامی تعلیماتوکی دښځی مقام اومرتبه وپیژنو.
ددې ليکني دوهمه برخه
",په اسلام کي دښځوحقوق (لمړۍ برخه )
3013,,"
",
3014,مولوی منصور,"
په اسلام کي د ښځو حقوق
د بېنوا ويبپاڼي درنو لوستونکو !
داسلام اومذهب پاڼي داسلامي لیکنوپه برخه کي دښځودحقوقوپه اړه دالحاج مولوی نورالحق صاحب په زړه پوري لیکنه ولولئ . که چيري تاسو په دې اړه نظر لرئ کولای شئ د بېنوا ويبپاڼي د اسلامي پاڼي پر پته يې راوليږئ .
د برېښناليک پته : islam@benawa.com
",ښځه او اسلام
3015,خيبر ماسکو,"
١٣٨٤ د غويي لسمه ( ماسکو )
د پښتو ژبي مشهور شاعر، اديب، ليكوال او ژورناليست، په دې وروستيو ورځو كې د روسيې په فدراسيون كې له زندانه راووت .
ښاغلی عزيز تحريك، چې د ٢٠٠١ كال د فبروري په ٢ مه نيټه د يوې كورنۍ كوچنۍ شخړي له كبله زنداني شوي و، د ۲۰۰۵ كال د اپريل د مياشتي په ۲۲ نيټه د څلورو كالو او دريو مياشتو بند له تيرولو نه وروسته را خوشي شو.
د بېنوا ويبپاڼي څه موده مخكي د « روسيې په فدراسيون کې د افغاني زندانيانو په هكله د افغانانو ژوري اندېښنې» تر سر ليک لاندي د يو رپوټ د خپرولو په ترڅ كې د هغه په هكله هم يادونه كړي وه .
عزيز تحريك ته چې د نوموړي پيښي له كبله د ۶ كاله بند سزا ټاكل شوي وه، د روسيې د قوانينو پر اساس، هر هغه بندي چې د خپل بند له دريو څخه دوه برخي سزا تيره كړي او په زندان كې د زندان له قوانينو څخه سر غړونه و نه كړي، نوره پاتي موده يې د محكمي د حكم سره سم بخښل كيږي. عزيز تحريك هم د همدغه قانون له مخي آزاد شوي دی .
د بينوا ويبپاڼه، له زندان څخه د عزيز تحريك د را خوشي كيدو له كبله هغه ته مباركي وايې او د هيواد ټولو فرهګيانو او د هغه مينه والو ته د خوښيې زيري وركوي .
د عزيز تحريك د شعر يوه بېلګه :
پېښه تيره چې شي ژوند كې خاطره شي
د غره اوښكې په كمرو كې شر شره شي
ميوه داره ونه قدر لري بڼ كې
شنډه ونه سوزولو له اره شي
لكۍ دار ستوري چې كليو كې څرګند شي
معجزه، قهر د خداي تعبير ښكاره شي
چې زړه ښه شي كار پي وشي، دا متل دی
چې زړه بد شي، خلك يو بل ته پره شي
زړه خوشمن، آشنا رضا په نرمه ژبه
د شا توري آس سورلۍ په خر خره شي
چې ژوندون يې سليمان غوندي مبرم وي
خير موسَی شان يې كه وركه هديره شي
د يوسف هډوكې وړي له مصر شام ته
څو ښخ ملك د پلار نيكه كې دوباره شي
زموږ مړی مساپر په شرق او غرب دی
را جمع كله په هر لور نه يو سره شي
په لمن كې دي وطنه زيږيدلی
د تا غيږ مي دي كفن او مقبره شي
ما ته هر هيواد دوزخ دی بې له تا نه
واشنګټن، پاريس، لندن، شام كه اګره شي
بې وسي ده پرديسۍ كې له هر لوري
زړه مي ډك شي، اسويلی سوې ناره شي
چې پښي يې له نيمڅي خپلي اوږدي كړي
پريږده، پريږده چې تحريك مړ، غر غره شي
",عزيز تحريك له زندانه راووت
3016,مينه = سويډن,"
غــــــــــــــــــــــــــزل
موږ ته پېښه بېوسي وه بله لاره نه وه
جدائې ځکه ضروري وه بله لاره نه وه
که په سر وای سر مي جار تر تا هرکله
په سروسترګودي ياري وه بله لاره نه وه
دا رقيب و زموږ په زړو کي ئې چاک بياموند
کنه زموږ خوږه دوستي وه بله لاره نه وه
مينه به تل دا ستا د غم تاو په غزل ايستلو
ځکه تازه ئې شاعري وه بله لاره نه وه
",غــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
3017,,"
١١ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانود انتخاباتو لپاره د کانديدانو د نومونو ثبتول پرون پېل شول.
ټاکني به د سپټمبرپه مياشت کې کيږي او د نومونو ثبتول به نږدې شل ورځي دوام ولري.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کميسيون يو چارواکی سيد اعظم اټکل کړی چې ټاکنو ته به لس زره کسان ودريږي. خو پرون په کابل ښار کې يواځې لسو کسانو ځانونه د کانديد په توګه ثبت کړي دي.
ولسي جرګه کې به دوه سوه او نهه څلويښت غړي وي چې په دوی کې دولس څوکۍ کوچيانو او شپېته د ښځو لپاره بېلي کړل شوي دي.
",د ټاکنو لپاره د نوم ثبتولوبهير پيل شوی
3018,Abdullah Ehsan,"
Abdullah Ehsan
De hulp van Stichting Groningen Helpt! is in Kandahar aangekomen
Stichting Groningen Helpt! (SGH) heeft de Universiteit van Kandahar en het grootste ziekenhuis van Kandahar ( Mirwais Roghton ) 3 containers met hulpmiddelen toegestuurd, die op 25 januari 2005 zijn aangekomen.
SGH heeft in de allereerste zending (juni 2004) naar Kandahar computers, printers, kopieerapparaten, laboratoriummaterialen zoals microscopen, instrumenten, glaswerk, voor arme families naaimachines en ziekenhuisbedden, dekens, dekbedden, waterdichte matrassen voor het ziekenhuis en nog wat andere spullen welke Mirwais Roghton nodig had verstuurd.
De 3 containers welke in Januari 2005 in Kandahar aangekomen zijn bevatten 32000 Engelstalige boeken afkomstig uit Nederland en 6000 nieuwe Engelstalige medische boeken en CD-ROMs welke ook op de universiteiten in het westen worden gebruikt.
Nooit eerder waren zoveel boeken naar Afghanistan gestuurd. Er, wordt gezegd dat Stichting Groningen Helpt! de enige Europese hulporganisatie is die in een keer 38000 boeken naar Afghanistan heeft gestuurd.
Stichting Nederland Helpt! is van mening dat Afghanen welke uit verschillende landen terugkeren deze boeken absoluut kunnen gebruiken. Want velen kunnen engels lezen en schrijven en dus begrijpen. Omdat de boeken ook in het Amerika en Europa op universiteiten worden gebruikt hoopt SGH dat het de Afghaanse bevolking zal helpen bij de ontwikkeling van hun land.
Sommige leraren zijn van mening dat de regering mogelijkheden moet scheppen om boeken in Pashto te vertalen. Daardoor kunnen veel meer studenten van universiteiten van de boeken gebruik maken. Want Kandahar en andere universiteiten in Afghanistan gebruiken nog de heel oude lesmethoden.
De leraren en studenten van Kandahar Universiteit en medewerkers van Mirwais roghton ( Mirwais ziekenhuis) waren heel blij, toen de hulpgoederen aangekomen waren. De containers met boeken blijven nog een tijdje gesloten omdat de nieuwe bibliotheek van de universiteit nog niet klaar is.
Op de foto’s zijn de containers te zien en enkele hulpgoederen welke zijn afgeleverd.
Medewerkers van sgh praat over versturen van hulp naar afghanistan
Het magazijn van stichting groningen helpt in Groningen
Continer die klaar staat om van Nederland te vertrekken
Een kant vande bibliotheek
Stichting Groningen helpt heeft tien tallenduizenden boeken naar afghanistan versturd
Deze PC's en prenters zijn voor mirwais roghton en Kandahar Universitiet
Stichting Groningenhrlpt heeft ook moderne electronische matrialen versturd
Een voorbeeld van electronische spullen
De goderen zijn van Nederland naar Karachi ( Pakistan)en darna naar Kandahar versturd
Tien duizend van de 38000 boeken zijn helemaal nieuw
vrachtwagen die bij Mirwais roghton is aangekomen
die eerste continer die open gaat in Mirwais roghton kandahar
conteneros die word voor Kandahar universitiet neergezet
SGH . heeft naast medische spullen ook spullen voor armen afghaanen inzameld
Die armen vrouwen zullen wel eten verdinen via die nai machiene die door Stichting Groningen helpt zijn versturd ",De hulp van Stichting Groningen Helpt! is in Kandahar aangekomen
3019,صالح محمد صالح,"
١٣٨٤ د غويي يولسمه ( صالح محمد صالح )
نن د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي دمياشتي پر يولسمه نېټه په هلمند ولايت کې د بست فرهنګي ټولنې په هڅو او زيار، د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په مرسته، د پياوړي شاعر عبدالباري جهاني په وياړ يوه پرتمينه مشاعره جوړه شوه، چې د هلمند ولايت پر شاعرانو او ليکوالو سر بېره د کندهار، زابل، فراه او نورو ولايتونو په سلګونو شاعرانو او کلتورپالو هم په کې ګډون کړى و.
مشاعره د لښکرګاه ښار په ’کرزي‘ لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د مازيګر پر پنځو بجو پيل او د شپې تر ناوخته پورې يې دوام وکړ.
د بست فرهنګي ټولنې غړي عبدالصمد روحاني بېنوا ته وويل چې د دې پرتمينې مشاعرې لګښت د بست فرهنګي ټولنې د غړو او د دې ولايت د والي او ښاروال له خوا برابر شوي، چې په دې منځ کې د سيمې ملي سوداګرو هم خپله مرسته نه ده سپمولې.
دا په تېرو څو لسيزو کې د هلمند ولايت په کچه يوه بېسارې مشاعره ده چې جوړېږي، کتونکي په دې باور دي چې د دې ډول غونډو په جوړېدو سره به د سيمې د فرهنګيانو ترمنځ کلتور اړيکي ټينګ او خلک به په خپلو کې ډېره سره نژدې شي.
د عبدالباري جهاني په وياړ دا دويمه ستره غونډه چې په دې ورستيو اوونيو کې جوړېږي، يوه غونډه تېره اوونۍ په کندهار کې جوړه شوې وه، چې هلته هم په لسګونو کسانو ګډون کړى و .
",په هلمند ولايت کې يوه ستره مشاعره
3020,,"
١١ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې د سترې محکمې چارواکوويلي دي چې د امريکې پوځ په دغه هيواد کې د خپلو دوو بندي خانو څخه چې د بګرام او کندهار په هوايې اډو کې واقع دي ، شپږ اتيا تنه افغان بنديان خوشي کړي دي.
",٨٦ تنه افغان بنديان خوشې شول
3021,,"
١١ د غويی ١٣٨٤
يونيسف په افغانستان کې د ماشومانو د عدلى تعقيب او جزايى مکلفيت په تړاوو د نوي قانون د تصويبېدو هرکلى کړيدى .
دغه قانون به په روانه اونۍ کى په رسمي جريده کي دخپريدوڅخه وروسته نافذ شي .
د يونسف اداره دا په افغانستان کې د ماشومانو او کمکيانو د حقونو د خونديتوب په لاره کې ډېر مهم ګام بولی.
",د ماشومانو نوى جنايي قانون
3022,,"
پرون (غويي يوولسمه) د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو- پښتو څانګې له خوا د استاد مجاور احمد زيار په وياړه يوه پرتمنيه غونډه رابلل شوې وه، چې د پوهنتون پر استادانو، محصلينو او نورو اړوندو اشخاصو سربېره نورو كلتورپالو هم په كې ګډون كړى و.
د غونډۍ په ترڅ كې ځينو استادانو ويناوې هم وكړې، دغه راز شعرونه هم ولوستل شول، چې په دې درېيو كلونو كې د پوهنتون په انګړ كې د داسې يوې غونډې رابلل يو د ستاينې وړ كا رو.
(كه چېرې په دې باب نور معلومات او د غونډې انځورونه لاسته راغلل، ډېر ژر به پر ليكه شي)
",په كابل پوهنتون كې د استاد مجاور احمد زيار په وياړ غونډه
3023,بېنوا د هلمند خبريال,"
د بېنوا خبريال
د غويي د مياشتې پر ١١مه نېټه په هلمند ولايت کې د بست فرهنګي ټولنې په هڅو او زيار، د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په مرسته، دغه راز د هلمند ولايت د مقام او ښاروالۍ په همکارۍ د پياوړي شاعر عبدالباري جهاني په وياړ يوه پرتمينه مشاعره جوړه شوه، چې د هلمند ولايت پر شاعرانو او ليکوالو سر بېره د کندهار، زابل، فراه او نورو ولايتونو په سلګونو شاعرانو او کلتورپالو هم په کې ګډون کړى و.
په دې مشاعره کې تر ٣٠ زياتو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل، چې بيا يې وار په خپله جهاني صاحب ته هم ورکړ، نوموړي هم خپل ډېر شعرونه ولوستل چې برخوالو يې د خپلو لاسونو په پړکا بدرګه کول.
ويندويي يې عبدالصمد روحاني کوله، مشاعره د لښکرګاه ښار په ’کرزي‘ لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د مازيګر پر پنځو بجو پيل او د شپې تر ٩ بجو پورې يې دوام وکړ.
د بست فرهنګي ټولنې غړي عبدالصمد روحاني بېنوا ته وويل چې د دې پرتمينې مشاعرې لګښت د بست فرهنګي ټولنې د غړو او د دې ولايت د والي او ښاروال له خوا برابر شوى و، چې په دې منځ کې د سيمې ملي سوداګرو هم خپله مرسته نه ده سپمولې.
د غونډې په ترڅ کې د بست فرهنګي ټولنې مشر بريالي هلمند عبدالباري جهاني ته پګړۍ هم وروتړله چې د غونډې برخوالو يې په چکچکو هرکلى وکړ.
دا په تېرو څو لسيزو کې د هلمند ولايت په کچه يوه بېسارې مشاعره ده چې جوړېږي، کتونکي په دې باور دي چې د دې ډول غونډو په جوړېدو سره به د سيمې د فرهنګيانو ترمنځ کلتور اړيکي ټينګ او خلک به په خپلو کې ډېره سره نژدې شي. دغه راز خلک خوښي څرګندوي چې اوس مهال دا ډول غونډې اوس په اکثرو ولايتونو کې زياتې جوړېږي، چې دا په خپله يو غوره کار دى.
د عبدالباري جهاني په وياړ دا دويمه ستره غونډه چې په دې وروستيو اوونيو کې جوړېږي، يوه غونډه تېره اوونۍ په کندهار کې جوړه شوې وه، چې هلته هم په لسګونو کسانو ګډون کړى و .
د مشاعرې په پاى کې د يوه وړانديز په توګه ټولو شاعرانو له دولت، په ځانګړې توګه ولسمشر څخه په ټينګه وغوښتل چې په کابل کې دې غلام رسول خوشبخت له بند څخه خوشې کړي، غلام رسول خوشبخت د هلمند ولايت يو ځوان شاعر دى، چې د تېر لمريز کال د تلې له مياشتې راهيسې د کابل په توقيف خانه کې بندي دى.
دغه راز دغو شاعرانو پر دولت دا نيوکه هم وکړه چې پر دومره ځنډ او وخت سربېره يې ونه شول کړاى چې ملي سرود جوړ او تصويب کړي. دوى له دولت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې ملي سرود جوړ او د پارلمان تر جوړېدو وړاندې دې کمپوز شي.
په پاى کې له نورو ولايتونو څخه راغلو مېلمنو ته ډالۍ ګانې هم ورکړل شوې، د ساري په توګه د زابل ولايت په استازيتوب دواخان مينه پال، د کندهار په استازيتوب جانان مومن، محمد حسن حسنيار، سيد احمد قانع، د وردګو ولايت په استازيتوب غلام سخي نوريوال ته. غونډه د ماښامنۍ تر خوړلو وروسته پاى وموند.
",د عبدالباري جهاني په وياړ مشاعره ( انځوريز راپور)
3024,قريب الرحمان سعيد - ناروې,"
١٣٨٤دغويي ديارلسمه قريب الرحمن سعيد – اوسلو پوهنتون - ناروې",د ترکمنستان د ګازاوتیلو د نل لیکو غځول ( دوهمه برخه)
3025,,"
١٢ د غويی ١٣٨٤
",پوليس به په بايسکلونو ګزمې کوي
3026,,"
١٢ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په هيواد کې د امريکا تر مشرۍ لاندې ځواکونو باندې ږغ کړی چې په ملکي سيمو کې د اورپکو پر ضد عملياتو کې دې د ډېر احتياط څخه کار واخلي.
د تيری جمعه په ورځ د امريکا په هوايې بريد کې د لږ تر لږه د دوو کسانو د وژنې څخه وروسته ښاغلي کرزي په يوه ا علاميه کې ويلي دي چې که حکومت د ترهګرۍ ضد جګړې ته ژمن دی ، خو دې سره سره د افغانانو د خونديتوب د باوري کولو مسوليت هم په غاړه لری.
",د امريکا پوځونه دې د عملياتو په وخت له احتياط څخه کار واخلي
3027,,"
د غويى دوولسمه، ١٣٨٤
کابل: د بغلان ولايت په خنجان ولسوالۍ کې د دېرشو په شاوخوا کې کسان د يوې درنې چاودنې په ترڅ کې وژل سوي او تر ٧٠ زيات زخميان دي. پېښه نن سهار د يو بې وسلې سوي قوماندان په کور کې د وسلو له ډېپو څخه را منځته سوه. په کابل کې د کورنيو چارو وزارت د پېښي پخلى کړى دى خو لاهم په دقيقه توګه مالومه نه ده چې دا ورانوونکې چاودنه څنګه رامنځته سوه. ويل کېږي چې د قوماندان د کور په ګډون څو نور کورونه هم په دې پېښه کې ويجاړ سوي
.
", دېرش کسان په بغلان کې د چاودني له امله ووژل سول
3028,عبدالاحد پيغام,"
عبدالاحد پيغام _ د ۱۳۸۴ كال دغويي دولسمه نيټه
دكوكناروكرل اودنشي توكيواستعمال اوقاچاق هغه ستونزي دي چي دڅوكلونو راپديخوا زموږ هيواداوولس ورسره لاس اوګريوان دي.
ددي ناولي بوټي اودهغه دقاچاق دمخنيوي په خاطر دټول هيوادپه كچه بي امانه
ولسي اوسراسري هڅواومبارزي ته اړتيا ده.
زموږ په هيوادكي دكوكناروكرل اودترياكو،هيروينوقاچاق پخواني سابقه نه لري
يوازي دجګړواوپه تيره بيا دتنظيمي جګړواوپه ځانګړي توګه دطالبانوپه واكمني كي دكوكناروكرل اودترياكواوپوډروقاچاق ديوي ګټوري سوداګري په توګه په هيوادكي پراختيا اوپرمختيا وموندله ، داځكه چي وسله والوډلودجګړي ددوام اودځان دبقا اودخپل واك دخونديتوب لپاره دنشه يي توكيودقاچاق اوتجارت په پيسوجګړي ته دوام وركاوه .
دطالبانوپه واكمني كي دهغوي دجګړو لګښتونه له همدي لاري پوره كيدل .
خوكله چي دسيمي اونړيوالي مافيا ډلي له دي ناولي تجارت اوقاچاق سره ملګري شوي، دي دندي دومره شهرت وموندچي دهيوادټولي كروندي دكوكناروكښت ونيولي، هرچاهڅه كوله چي ددغه بوټي د كرلواودترياكو،پوډرودقاچاق له لاري زياتي پيسي ترلاسه كړي .
دهيوادله شماله نيولي ترجنوبه اوله ختيزه نيولي ترلويديځه ټول خلك دسيمي اونړيوالي مافيا داجنټانوله لوري د دغه ناولي بوټي كښت ته تشويقيدل ،اوداسي تبليغات كيدل چي له هررازكروندي او تجارت نه دپوډرواوترياكوقاچاق اوتجارت ګټوراوپه لږ وخت كي دډيروپيسودلاسته راوړلويوازني سرچينه ده .
په اطرافواوښارونوكي دنشه يي توكيودكرلواوقاچاق پرضدهيڅ ډول بنديزونه موجودنه وو،ويل كيږي چي دطالبانوپه وخت كي حتي دپوډرواوترياكوقاچاق اوتجارت دومره ازادووچي طالبانوورباندي ټكس اومحصول لګولي وو،چا چي به محصول تحويل كړ،په ازادانه توګه يي كولي شو دنشي توكيوتجارت اوقاچاق وكړي .
دطالبانودسقوط نه وروسته داسي فكركيده چي شايد دكوكنارودكرلوكچه راټيټه شي اوورو،وروبه يي دقاچاقواوتجارت مخه هم ونيول شي خومتاسفانه داسي ونه شول .
كه څه هم دولت ددريوكلونوپه موده كي دنشي توكيودكر،استعمال اوقاچاق په اړوندځيني ګامونه اخيسي خودهيوادپه ګوټ ګوټ كي دبيلابيلووسله والوډلودواكمني له امله دي كار په زړه پوري نتيجه نه ده وركړي ،اوويل كيږي چي دكوكناروپه كښت اوقاچاق كي دپخوا په پرتله زياتوالي راغلي چي دا كارهم دافغانستان ددولت اوهم دنړيوالو دانديښني وړګرځيدلي دي .
اوس دافغانستان دولت دنړيوالوپه مرسته په دي اړه يولړګټوراوپياوړي ګامونه اخيستي اوداسي ښكاري چي دولت اونړيوال داهوډلري ترڅوپه هيوادكي په بشپړه توګه ددي بوټي دكرلومخه ونيسي .
لكه څنګه چي ښكاري په نوي حكومت اوكابينه كي دنشه يي توكيوسره دمجادلي اومبارزي په منظوريووزارت هم په دي اړه جوړشوي دي .
نړيوالوڅوڅوځلي دافغانستان مشرانوته په ښكاره داويلي چي بايد په هيوادكي يي ددي بوټي دكرلواوقاچاق پرضد غښتلي ګامونه واخيستل شي ،كنه نوافغانستان به داځل دنشه يي موادودمافيا منګولوته ولويږي چي دابه دافغانستان دجګړه ځپلي ولس لپاره يوه لويه اوخونړي تراژيدي وي ،همدارازروښانه شوي كه چيرته په افغانستان كي دنشه يي توكيوكرل اوقاچاق دوام ومومي نونړيوال به دي ته اړشي ترڅوپه خپلو مرستو اوكومكونو له سره كتنه وكړي اوحتي ددي امكان شته چي ډير هيوادونه له افغانستان سره خپلي مرستي پاي ته ورسوي ،چي داكار به دافغانستان لپاره ډيري ناوړي پايلي ولري .
زموږهيوادچي ددوه نيمولسيزوجنګ جګړو نه وروسته اوس دسولي اوولسواكي لاره
غوره كړي اوهڅه كوي چي په دي لاره كي پياوړي ګامونه اوچت كړي داسي هيله ده چي دبيا رغوني اووران ويجاړهيواددآبادي اوسوكالي په لاره كي بايد نورهم اساسي اوبنسټيزګامونه واخيستل شي ،ترڅوولس خپلووروستيوهيلوته چي دهيواد سمسورتيا اودهيوادوالوهوساينه ده ورسيږي .
داسي نښي اونښاني ترسترګوكيږي چي دافغانستان حكومت په كلكه داهوډلري ترڅوپه هيوادكي ددي ناولي بوټي دكرلواودترياكو اوپوډرو دقاچاق مخه په بشپړه توګه ونيسي،اوپه دي اړونديي خپلي هڅي لاپراخي كړي دي
دغه رازنړيوال هم په دي برخه كي ډير زيات جدي ښكاري اوداتكل يي كړي ترڅوافغانستان دنشه يي توكيودكرلواوقاچاق له دي ستري بلانه خلاصون ومومي خواساسي خبره دا ده چي په هيوادكي دهررازنيك اوپه ځاي كاردعملي كولوپه ترڅ كي دولس مرسته اوملاتړيوضروري اولازمي جزګڼل كيږي.
كه ولسونه په رښتيا وغواړي چي هيواديي دنشه يي توكيوله شره په امان اوسي نوداكار به حتمي اوضروري ترسره شي .
دنشه يي توكيودكر،اوقاچاق پرضدمبارزه دټول ولس ملي اووطني دنده ده ،داځكه چي نشه يي توكي زموږ دهيواداوولس لپاره ديوه ګواښ حيثيت لري اوكه يي مخه ونه نيول شي نودهري ورځي په تيريدوسره داخطر پياوړي اوغښتلي كيږي .
دنشه يي توكيو كر،قاچاق اوترافيك نه يوازي زموږ دهيواد د ملي ګټوسره په تضادكي دي بلكه زموږ داسلامي اساساتواوشعايروخلاف كاردي ،دغه رازنشه يي توكي زموږ دهيواد د ځوان نسل د بربادي يوسترعامل دي .
همدااوس په هيوادكي زيات شمير ځوانان دترياكو اوپوډروپه عمل اخته دي ،كه يي مخه ونه نيول شي په څوكلونوكي به داكچه هغه حد ته ورسيږي چي بيا به يي كنټرولول ډيرستونزمن كاروي .
ښه به داوي مخكي تردي چي دنشه يي توكيوقاچاقبران زموږ دهيواداوولس دتباهي په كاركي بري ومومي بايد ټول هيوادوال ددي ګډدښمن په وړاندي يوموټي شي دكوكناروله كرلواواستعمال څخه په كلكه ډډه وكړي اودنشه توكيودمافيا اوقاچاقبرانوپرضد دنه ماتيدونكي ځواك په توګه په بي امانه او پراخوولسي هڅو لاس پوري كړي.
",دنشه يي توكيومافيا يوسترګواښ
3029,,"
",
3030,عبدالهادي (ريشاء) کراچي,"
باډاســــکي
دا به نــه وايې چي زه پخته اوباز يم
په غوټـه د سمنـــــدر و تل ته ځــــــمه
هسي وايه چـي څپو ته به ځان ورکړم
چـــي پـر هر لوري مي وړي ورسره ځمه
ارام بـــــــــحر قـــهرېدلـی، دردېدلــــــــی
ځــــني پورتـــه غــضبي غټـــي څپـــې دي
کښتــه کيږي پورته کيږي غرونه، غرونه
چــي و مخ ته يې دريږي کړي وارونــــــه
پــــر لوی بـــحر وار وارونکــی د څــپو دئ
ځـــان دي کــاږه د ساحل پر لور چــټک ځـــه
پـــه ځـان مـــه مـــغروره کېــږه چي پاتېږم
د پستـــو اوبــو څپـــې دي خــــروښېـــدلــي
ســـــلســـې دتورو غـــرو په ويشتــل کيږي
اوبـــازي دلتـــــه و تـــا تـــه پـــــکـــــار نه ده
دلتــــه غـــــرونـــه رانــــــړيـــږي، زرې کيږي
اوبـــازي هسي يوچل دئ
د اوبا ز ډيـر لنډ مــزل دئ
دكرښپل له کتاب څخه ـ ١٣٧٩
",بـــــــــاډاســــــــــــــــــــــکي
3031,خالدهادي,"
عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي (دکندهارښار د دریمي ناحیې د(ملاګلداد) په کوڅه کي )په ۱۳۰۲-لمريز هجري کال دې نړۍ ته سترګي ړني کړي دي
عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي (دکندهارښار د دریمي ناحیې د(ملاګلداد) په کوڅه کي ) په ۱۳۰۲-لمريز هجري کال دې نړۍ ته سترګي ړني کړي دي .
ښاغلی رشا صاحب وايي چي دالف-بې سېپاره مور ورته ویلې ده او پر لمانځه باندي یې هم درولئ دئ ؛ څه دېني کتابونه ماما او فارسي ورور ورته وويل ؛ بل ورور د خط او حساب دزدکړي دپاره پنسل او کتابچه پلاس کي ورکړه ، نور یې نو پخپله و خصوصي مطالعې ته ملا وتړل . ژوند یې اکثره دتجارت په مختلفو برخو کي تېر سوی دئ . د ژوند په نورو برخوکي له د زيات شمېر لکه د يات شمېر افغانانو غوندي ډیري سړې و تودې پر راغلي دي .
دکندهار دښاروالۍ په انتخاباتو کي د دریمي ناحیې منتخب وکیل وټاکل سو، خو څنګه چي یې د ښاروال او نورو وکیلانو سره دخلګو د ګټو پر سر وخوړل او هم یې دښاروالۍ چاري د ښاریانو په ګټه نه بللې ، نو له وکالت څخه مستعفي سو. د جبههء پدر وطن په موسسه کنګره کي کندهاریانو وکابل ته ولېږئ، هورې ددې لوی مجلس په غړو کي شامل و. په درو لویو جرګو کي یې دکندهار دخلګو دخوا استازيتوب کړئ دئ . همدارنګه یې دقبایلو په عالي جرګه کي دکندهار نمایندګي درلودل . دپارلمان په اولسي جرګه کي د کندهارد ښار دڅلورو ناحیو دخلګو له طرفه د رایو په اکثریت وکیل وټاکل سو او په اولسي جرګه کي د تجارت د کمیسیون غړی وټاکل سو .
په سنا کي یې دسنا د مجلس دمجلې د ژباړن په توګه هم دنده ترسره کړه . دسولي د جبهې د مو سسې کنګرې په غړو کي یې ګډون درلود ؛ ورپسې د سولي د جبهې دغړو له خوا د لمړي مرستيال په توګه وتاکل سو. په ولسي جرګه (پارلمان) کي د ټولو مخالفو ګروپو او اتحادیو له طرفه مشر او ریس وټاکل سو، دوی دا دمشرتوب دنده تر آخره وښاغلي ریشاء ته سپارلې وه.
په ولسي جرګه کي به ریشاء تل په ټولنيزو مسایلو کي د ملت پله نیولې وه ، تل به یې د ملت د ګټوساتنه او دفاع کوله . دحکومت اوحکومت پلوه وکیلانو په وړاندي ولاړ و،او هغه وخت يې ويناوي په پرله پسې توګه د وخت په مطبوعاتو کي خپرېدلې .
( ښاغلی ریشاء حزبي نه دئ،په هیڅ ګونداو تنظیم کي غړیتوب نلري،دحق اوعدالت ملګری دئ )
ریشاء د تجارتي سفرونو په لړ کي و ایران، عراق، پاکستان، هنداو هانګ کانګ تللئ دئ او د جبههء پدر وطن په یوه رسمي سفر تشکند ، بخارا ، سمرقند ،مسکو او لیننګراډ ته هم تللئ دئ .
ښاغلی ریشاء د ۱۳۲۶ ل راهیسي په شعر ویلو خوله او قلم پوري کړئ دئ .
نوموړي دهغي لیونۍ میني له رویه ، چي خپل د هیواد، خلګو ، ژبي او فرهنګ سره یې لري، هیڅکله ځان ندئ سپمولئ او تل يې هڅه کړېده چي ددې خپلو خلکو او ټولني ته خپله معنوي پانګه ډالۍ کړي .
ښاغلی ريشاء د څو تېرو کلونو راپه دې خوا د پاکستان دکراچي په ښار کښي هستوګن دی .
چــــــاپ ســـــوي آثـــــار:
١_پټي کرږي)- داشعارو لومړۍ مجموعه – ۱۳۷۳ل-کراچي
٢_بېوسي )- د اشعارو دوهمه مجموعه – ۱۳۷۴ل – کراچي
٣_خواشینۍ) - بېلابېل مطالب- ۱۳۷۷ل – کراچي
٤_ (خروښ ) - کوچني مطالب – ۱۳۷۹ل –کراچي
٥_په افغانستان کي پردي لاسونه)-سیاسي تحلیل (۵۰)جلده فوټوکاپي ـ ۱۹۹۷ز-کراچي
٦_کرښپل )- لنډ مطالب – ۱۳۷۹ل - کراچي
٧_ (یاغي اندېښنې )- رباعیات - ۱۳۸۰ ل کراچي
٨_ ( بېړنۍ لوجرګه )- ۱۳۸۰ل - کراچي
٩_ ( دکندهار ښار )- ۱۳۸۱ل - کراچي
١٠_ (افغانستان چا خراب کئ؟) - ۱۳۸۲ل - صحاف نشراتي موسسه
١١_ ( دپښتو اصطلاحاتو یوه برخه) - ۱۳۸۲ - کراچي
١٢_ ( ښځي او اقتصاد)- ۱۳۸۲ ل -کراچي
١٣_ ( کان طلا)- ۱۳۸۳ل- کراچي
١٤_ ( دپوښتنو جوابونه )-لمړۍ برخه- ۱۳۸۳ل- کراچي
١٥_ ( دپوښتنو جوابونه )- دوهمه برخه- ۱۳۸۳ل - صحاف نشراتي موسسه
١٦_ ( دپوښتنو جوابونه )– دریمه برخه - ۱۳۸۳ل - صحاف نشراتي موسسه
١٧_ ( د ارواښاد عبدالشکور رشاد په یاد )- ۱۳۸۳ل – کراچي
١٨_ ( ګدړۍ )- د خپرو سوو نوشتو څخه ګل ګل - ۱۳۸۳ل - کراچي
١٩_ ( سپیني خبري )– ۱۳۸۴ل کراچي
٢٠_ (بېلابېلي متعددي مقالې او اشعار په جرایدو کي هم نشر سوي دي)
نـــــــــــــاچــــــــــاپ آثـــــــــار:
١_ (مړانه) دیوې حادثې حقیقي جریان -
٢_ (متلونه) تقریباً( ۳۰۰) متلونه په یوه پنڅوس پاڼيزه کتابچه کي
٣_ ( بد شګون- بد فال) شوم او نحس خبري ، چي ښځي عقیده ورته لري . په یوه کتابچه کي د یوې کوچنوټي کتابخانې سره لادرکه سوه.
٤_ تر سلو ډېر شعرونه
د ښاغلي ريشا د شعر بېلګه :
دژوند او مرګ ډاکټران
نه پوهــــېږم چي دا کم انسانیـــــــــــــــــــــت دئ
کمه پوه ده کــــم عقل څه حــــــــــــــــــــکمت دئ
و بشر لره راغلـــــئ څه غــــــــــــــــــــــــــــفلت دئ
چي پر مخ د تباهــــۍ بشــــــــــــــــــــــــــــریت دئ
وروڼه وروڼه سره وژني هــــــــــــــــــلاکت دئ
دابیا څنګه ورور ګلوي او اخـــــــــــــــوت دئ
-----
مکروبونه دي کشفیږي چي مــــــــــرګ نه وي
داروګان ورته جوړیږي چي مـــــــــــرګ نه وي
زراعت تقویه کیږي چي مــــــــــــــــــرګ نه وي
نورهم ډېر مصارف کیږي چي مـــــــرګ نه وي
ژوند اصلي هدف صحت یې ضـــــرورت دئ
نو دمرګ او بدامنۍ څخه نــــــــــــــــــفرت دئ
-----
بــل طرف دانسان مرګ ته اسلحـــــــــــــۍ دي
قـــتل عام ته زروي بم طــــــــــــــــــــــــــیارې دي
کشــت خون دانسان مرګ لره پلــــــــــــمې دي
دهـــرچا څخه دمرګ وسلې پرتــــــــــــــــــې دي
تباهۍ ته د(نیوټرن) دبم نــــــــــــــــــــــوبت دئ
آیا دغه نو خــــــدمت او عـــــــــــــــــــــدالت دئ؟
-----
انسانانو ولي لار ده درڅـــه ورکـــــــــــــــــــه!؟
ولي ګورۍ همنوعانو ته په سپـکـــــــــــــــه !؟
څه بدي ده په آرام ژوند کي ورورکـــــــــــــــه؟
چي په جنګ سره پرخلګو سره ده مځکــــــه
خو په سوله کي دهر چا مـــــــــــــــــــنفعت دئ
بیا وجنګ او دښمنۍ ته څه حاجـــــــت دئ؟
-----
که رشـــتیا څوک د بشر ښېګڼي غــــــــــــواړي
که رشتیا څوک جوړوي وراني ويجــــــاړي
که رشتیــا څوک خلاصوي خلګوته غـــــاړي
خو په سوله کي رســـیږي چـــــــــــــــاري واړي
ژوند یواځي ورورګلوي سوله وحـــدت دئ
او که نه بشــــر تر دې په فـــــــــــــــــــــــلاکت دئ
-----
غواړم سوله چي وي ټیــنګه په دنيــــــــــا کي
انسانان نه وي نښتي په بــــــــــــــــــــــــــلا کي
عداوت دښمـــــني نه وي په هیڅ چــــــــــــا کي
د ورورۍ روحیه ټینګه وي هر چـــــــــــــاکي
دغه عین عـــــلمیت معقولــــــــــــــــــــــــــیت دئ
او که نه نو ژوند مو خو شي جهالـــــــــت دئ
٢٢ وری ۱۳۶۶ل کابل ",عبدالهادي ريشاء
3032,,"
زما د وطن يادونه
مستانه ويبپاڼه د انټرنټ پر مخ دافغاني موسيقۍ يوازنۍ تر ټولو بډايه ويبپاڼه ده چي هم يې مينه والو په لسګونو زره بېلابېلي افغاني سندري په وړيا توګه وړاندي کوي ،او هم يې د سلګونو هنرمندانو اوسندرغاړو هنر د ورکېدو له ګواښه ساتلی دی .
ددې ويبپاڼي چلوونکي په هالنډ او نژدې هيوادونو کښي مېشت د افغاني موسيقۍ مينه والو ته دروان زېږدېز کال د جون دمياشتي پر دريمه نېټۀ د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي ژوندۍ موسيقي وړاندي کوي او تاسو ته د تکړه سندرغاړي احمدضيا او ځوان هنرمندجاويد شريف په سندريز پروګرام کي د ګډون بلنه درکوي .
په يادشوي کنسرت کي به ستاسو ګډون نه يوازي ستاسو لپاره يوه په زړه پوري تفرېح او سلګونو هيوادوالو سره د ليدني کتني چانس شي ، بلکي له دې لاري به مو د افغاني هنرمندانو ستاينه او د خپل هيواد د موسيقۍ دژوند په بقا او لا ښکلا کي برخه لرلې وي .
د نورو مالوماتو لپاره لاندنی عکس کښېکاږئ
",په هالنډ کي د افغاني موسيقي شپه
3033,,"
١٣٨٤ دغويي ١٤مه - سورغر توخی کندهار
سبا د ١٣٨٤ لمريز هجري کال د غويي دمياشتي پر څوارلسمه نېټۀ د چهارشنبې په ورځ د کندهار ښار د ښاروالۍ په تالار کي د پښتو ژبي د معاصر وتلي او نوميالي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ يوه درنه غونډۀ او مشاعره جوړېدونکې ده ، په دې مشاعره کي به د کندهار ولايت د اطلاعات اوکلتور رياست پر کارکوونکو برسېره يو شمېر نور چارواکي او د بېنوا فرهنګي تولني دغړو اومشرتابه پلاوي تر څنګ د سيمي زيات شمېر فرهنګي ټولنو استازي ، غړي ، ليکوال ، شاعران ، اديبان او د ښاغلي جهاني مينه وال ګډون وکړي .
ټاکل شوې ده چي په غونډۀ کي به د ښکلا مجلې مسول مدير ښاغلی عبدالقديم پيتال د جهاني ژوند ليک واوروي ، ښاغلي مجيد بابی به د جهاني په اړه وينا وکړي او زيات شمېر نور ليکوال او چارواکي به د نوموړي په اړه خپل پيغامونه ، ويناوي او شعرونه واوروي .
په غونډه کي زيات وخت ښاغلي عبدالباري جهاني ته د هغه د شعرونو اورولو لپاره ځانګړی شوی دی . په تېرو دوو اوونيو کي دا د ښاغلي جهاني په وياړ په سيمه کي درېمه غونډۀ ده چي جوړيږي ، د رواني مياشتي پر٩ مه نېټۀ په کندهار کي هيواد کلتوري ټولني دانارګل مشاعره دجهاني صاحب سره ، دغويي مياشتي پر ١١مه نېټۀ بست فرهنګي ټولني په هلمند کي او ټاکل شوې ده چي تر سبانۍ مشاعرې و وروسته به په کندهار ولايت کي د ښاغلي جهاني په وړياړ د رشاد ادبي بهير د کندهار څانګه هم يوه درنه غونډه جوړه کړي .
",ماچي ميوند ميوند نارې وهلې . . .
3034,,"
١٣ دغويي ١٣٣٨٤ يونس برهان - کابل
دا (لونګ) دى، د غزني پښتو خپرونه ...
لونګ پسول دى، لونګ خوشبويي ده، لونګ ښکلا ده، لونګ د سوچه پښتو کلتور نوم دى، لونګ د کليوال او پښتني دود نښه ده، لونګ د پښتنو د ادب او کلتور نه بېلېدونکى توکى دى. لونګ د نجونو دغاړي هار دى، لونګ د پېغلو د خوښي سندره ده، لونګ د ناوي د ټــټر پسول دى، او لونګ اوس ”د ښارونو د ناوي“ خپرونه ده.
له نېکه مرغه دا دى اوس د لونګ وږمې له غزني نه چې يو وخت ورته 'د ښارونو ناوې' ويل کېده راپورته کېږي. موږ هېله من يو چې لونګ د غزني تر جغرافيايي پولو ټاکلى پاتې نه سي او که خداى وکړي په وږمو به يې د هېواد د ننه او بهر پښتو ونازوو.
هو، لونګ د يوه هېر سوې او سپېره ولايت غـږ دى، هغه غږ چې که بيا هم د د همدې سيمې پرګنې پرې را ويښ نه سي بيا به مو لـه دې خوبه شپېلۍ د اسرافيل ويښوي.
د لونګ ځانګړتيا داده چې سياست نه کوي او ليکنې يې يوازي د پوهنيز، څېړنيز او ادبي ډګر سره تړلې دي. د لونګ يوه موخه داده چې په داسې يوه سيمه کې چې هلته د ازادو رسنيو او خپرونو نوم هم نه تر سترګو کېږي خلک کلتوري کارونو ته وهڅوي.
په ناڅاپي توګه، د لونګ پيل نن د رسنيو د ازادۍ له نړيوالي ورځې سره سمون خوري چې موږ يې دا تصادف په نېک شګون نيسو.
لونګ دوه مياشتنۍ د محمد يونس برهان په سرلارۍ او هميم جلالزي او اسد الله بلهار په هڅو خپرېږي. د دې لپاره چې د د مجلې د منځپانګې په لا شتمنوالي کې مو برخه اخيستي وي موږ ستاسو، ليکنو، وړانديزونو او رغنده نيوکو ته سترګي په لاره يو. هيله ده چې له داسې يوې خپرونې څخه چې نوي راټوکېدلي او د چلوونکو په ځاني لګښت چاپېږي خپل ملاتړ او مرستي ونه سپموئ چې يوازي د لوستونکو او مينه والو مينه او ملاتړ او زموږ ټينګ هوډ د لونګ د عمر د پايښت ژمنتيا کولاى سي.
په نژدې راتلونکي کي به لونګ په بېنوا کي هم ديوې ځانګړې برخي خاوند شي .
زموږ برېښناليک پته : lawang.magazine@gmail.com
د ګرځنده شمېره : 079 041 021
",دغزني لونګ !
3035,عبدالله احسان,"
١٣_ غويي ١٣٨٤ عبدالله احسان - هالنډ
د هالنډ تر ټولو غټي ورځپاڼي تلګراف د بي ايم ډبليو الماني موټرجوړولو فابريکې له خوا نن د ٢٠٠٥ کال د می دمياشتي پر دريمه خبر ورکړی دی چي د بي ايم ډبليو ايکس ٥ موټرونو لپاره يو داسي نوی سيسټم جوړوي چي موټر چلوونکی به اړتيا نه لري موټر پارک کړي .
په دې چل سره به موټر خپله پارکنګ پيدا کوي او خپله به پارک کيږي ، د موټر پارکنګ پيدا کولو او پاک کېدلو په وخت کي چلوونکی د موټر شترينګ او بريک دواړه اتومات مرستندوی ( هيلپر ) ته سپاري .
موټر چلوونکی به چيري چي غواړي موټر پاک کږي يوه سره کيلي ( بټن ) وهي ، موټر دځانګړي سانسور ( لټوونکي مشين ) په مرسته د سړک دواړو خواو ته ګوري چي يو داسي پارک ځای پيدا کړي تر څو موټر په کي ځای شي . موټر دا هم ځانته څرګندوي چي په خالي پارک ځای کي دده دځايدو وړتيا شته که نه ، هغه ځای ته نه ننوزي چيري چي نه ځايږي، لومړۍ وهل شوې کيلي چي په منځ کي يې سور څراغ بل کيږي د پارکنګ تر پيدا کولو پوري سور پاته کيږي او کله چي پارکنک پيدا کړي زرغون کيږي . او په دې وخت کي موټروان شترينګ اوبريک دواړه خوشي کوي او د موټر اتومات سيسټم دموټر چلولو ، شامخ ته تللو او شترينګ ګرځولو کنترول په واک کي اخلي .
د بي ايم ډبليو موټرجوړولو کمپينۍ ددې ډول موټرانوپه ازموينه بوخته ده ، او نه يې ده څرګنده کړې چي له کله نه دا اله بي ايم ډبليو ايکس پايف موټرونو ته ولګوي .
", BMW X5 موټر ځان خپله پارک کوي
3036,حنان حبيبزی - مزار شريف,"
١٣٨٤ د غويي څوارلسمه
(حنان حبيبزی - مزار شريف )
اى خانم د هغې كلا نوم دى چې د عيسې عليه سلام له زيږد څخه درې سوه نهه ويشت كاله وړاندې د مقدوني سكندر د فتوحاتو په لړ كې د هغه وروستى اثر بلل كيږي چې په په لاس يې د افغانستان د شمال ختيځ ولايت تخار د سرحدي ولسوالۍ دشتي كلا ښارګوټي ته څيرمه په يوه لوړه غونډۍ ودانه شوې ده د كابل پوهنتون په خوانى استاد او په هالنډ كې د ماقبل التاريخ د ادارې غړى لرغونپوه پوهنوال رسول باوري يې د تاريخي ارزښت په اړه وايي د هنر او جوړونې له پلوه دا كلا په يونانيانو پورې اړه لري چې د مقدوني سكندر فتوحاتو څخه يې بنـسټيز كار پيليږي او ډيرو څيړونكو يې د پلټنو په پاى كې موندلې ده چې دا لرغونې كلا د لويى يا مقدوني سكندر په لاس جوړه شوې ده
او هغوى په همدې ترڅ كې دا كلا د امو د سكندريې په نامه بللې ده .
دا كلا چې ما له نږدې وليده له ډير دردونكي برخليك سره مخ ده او د هر ګام پر ځاى يوه يوه ژوره كنده ليدل كيږي او دا څرګندوي چې د تيرو جګړو راپه دې خوا له چور تالان سره مخ ده او ځنې كيندنې يې نوې نوې شوي دي ، ددې كلا په زياتو برخو كې له اوسنيو خښتو څخه لوی لوی خښتې ليدل كيږي چې زياتره يې ټوټه ټوټه پرتې دي او په ځينې ځايونو كې له همدې خښتو څخه جوړ ديوالونه لا هم پر ځاى پاتې دي چې ډير زاړه ښكاري،د كلا ځينې ځايونه په بلډوزر هم كيندل شوي دي او د هر برج پر سر يې چې اوس يې د غونډيو څيره خپله كړې ده پوځي مهمات پراته دي او داسې بريښي چې د جګړو په وخت كې دا كلا يو پوځي مركز وو دا كلا د امو سيند له ګاونډي تاجكستان څخه رابېله كړې او په لويديځه برخه كې يې د كوكچې سيند بهيږي او له امو سره يوځاى كيږي ، د اى خانم كلا د تخار ولايت په دشتي كلا ولسوالۍ كې د امو او كوكچې سيندونو په غاړه پرته ده ،په يوه برخه كې يې ډيرې غټې غټې خښتې پرتې دي چې د اوسنيو ودانيو برنډې يا دهليز سمېټي فرش ته ورته دي خو دا بيا سور رنګ لري او تورې تورې اوارې اوارې شګې هم ورسره ګډې دي هغه ځايونه چې يې پر بلډوزر كيندل شوي دي بيا يې د خاورو تر منځ وړې پخې خښتې ښكاري خو دا خښتې هم له اوسنيو هغو څخه لوی دي او ټوټه شوي دي له ځايي عامو اوسيدونكو څخه چې مې وپوښتل هغوى يې له كيندنې انكار وكړ خو دا يې راته وويل چې يو شمير خلك يې په سيمه كې شته چې د كلا پر ناقانونه كېندونو اخته دي
يو تن چې نه يې غوښتل نوم يې واخلم كلا ته څېرمه د ولسوالۍ په ښار كې هغو پخو ودانيو ته اشاره وكړه چې د ځينې ځايي خلكو له خوا جوړې شوي دي او ويل يې چې دا ددغې كلا دهغو اثارو په پيسو ودانې شوي دي چې نږدې ګاونډي هيواد تاجكستان ته د خرڅلاوو لپاره ليږدول شوي دي خو د دشت كلا ولسوالۍ امنيه كوماندان امام محمد چې له اوه كلونو راهيسې په همدې سيمه كې د امنيت چارې په غاړه لري دا خبر نه مني او وايي چې تل د اى خانم د كلا څارنه كوي خو د ځايي سړي څرګندونو ته په پام سره د تخار ولايت مرستيال عبدالجبار چې يو كال وړاندې يې له دې كلا څخه لېدنه كړې پوليسو ته سپارښتنه كوي چې د ناقانونه كيندنو مخه ونيسي خو ښاغلى جبار بيا دا هم وايي چې دغه كيندنې اوس نه بلكې په خوا شوي دي .
خو ما هلته هيڅ پوليس او يا كوم امنيتي سر تيرى ونه لېده چې ددغې كلا په ساتنه به بوخت وي يواځې د زړو پوځي مهماتو نښې نښانې پر ځاى پاتې وې او نه مې د اطلاعاتو او كلتور وزارت خلك وليدل چې د كلا د ساتنې مسوليت به ورپه غاړه وي ،
هغه خلك چې كلا ته جوخت په ختيځه څنډه كې ژوند كوي د اى خانم د لرغونې ماڼۍ له لمنو څخه د خاورو پر چلولو بوخت دي چې ښايي د كورجوړونې لپاره به دا خاورې ليږدوي خو داسې فكر هم كيږي چې كېدى شي دوى ته د ځنې خلكو له خوا دنده سپارل شوي وي چې دلته كيندنې وكړي او تاريخي اثار غلا كړي خو دغو خلكو چې يې ما ته كورونه راوښوول ټول خټين وو او داسې نښې نښانې په كې نه تر سترګو كېدې چې دغه په ظاهره غريبان دې لرغوني اثار غلا كړي .
لنډه يې دا چې په افغانستان كې له جګړو وروسته او د ولسمشر حامد كرزي په لنډ مهاله ، منځمهاله او اوسنۍ انتخابي دوره كې داسې يو جګ پوړى دولتي چارواكى د ځايي خلكو په وينا داى خانم كلا ته نه دى ورغلى چې دغه اثار له نږدې وګوري ،كه همداسې د نه پاملرنې ښكار شي ښايي يو وخت چې دولتي كسان د څيړنو لپاره ورځي هلته به يې نښه هم نه وي .
",د اموسكندريه کلا د له منځه تللو له ګواښ سره مخ ده
3037,حنان حبيبزی,"
حنان حبيبزی – مزار شريف
د وړم كال په لومړيو كې بلقيس له اسلم سره واده كړى و خاوند يې كركيله كوله زمكه يې خپله وه ميرمن چې يې جوړه وه پټيو ته به يې د كر كيلې يا په زمكه كې د كار پر وخت خاوند ته ډوډۍ وروړه ، د دوى عجيبه ژوند وو اسلم به له بلقيس سره بيا په پخلنځي كې مرسته كوله دواړه به ډير خوشاله وو ، د بلقيس خاوند ته له پلار څخه شل جريبه زمكه پاتې وه خو اوس چې يې ميرمن ناروغه وه د كر كيلې لپاره يې ډير لږ وخت درلود ، خاونديې د بلقيس د درملنې په فكر كې وو ،ده دا هيڅ په زړه كې نه ګرځوله چې روزګار ترې نيمګړى پاتې دى خو ويل به يې چې هر ډول چې وي د بلقيس ژوند به ژغوري، د بلقيس ناروغي ورځ په ورځ ډيريده ، ناروغۍ يې په بدن كې داسې ريښې غزولې وې چې د ولسوالۍ ډاكټران يې په درملنه كې پاتې راغلل ،خو هغه به بيا بيا خپله ناروغه ميرمن همدې ډاكټرانو ته بوتله ، ډاكټران له يوې خوا ټول نارينه وو چې بلقيس د خپل درد په اړه ټولې خبرې نشوې كولى او بل دا وو چې ډاكټران فاكولته يي نه وو ،دا هغه كمپوډران وو چې د جهاد پر وخت پاكستان ته تلي و و او هلته يې د لومړنيو روغتيا يي مرستو درې مياشتني كورسونه ويلي وو او اوس چې يې وسله سپارلې وه نو د خلكو په درملنه يې پيل كړى وو ، دې ډاكټرانو بيا ځان ځان ته درملتونونه درلودل او يو له بل سره يې ناسالمه رقابت هم كاوو
هغه درمل به يې په درملتونو كې موندل كيدل چې په اخري درجه ارزانه او بې كيفته يا تاريخ تيره وو چې ناروغ ته يې د درملنې پر ځاى نور ې ناروغيانې هم پيدا كولې ، ډاكټرانو به ناروغ ته له اندازې زيات درمل وليكل او په دې كار سره يې هڅه كوله چې خپله دارو په لږ وخت كې وپلوري ، د دوى تر منځ دا حالت د دوه ستونزو له امله رامنځته شوى و ، يو دا چې ډاكټرانو مسلكي زده كړې نه لرلې او بل دا چې دوى نه د درملنې له قانون څخه خبر وو او نه هم د وګړو له اقتصادي حالت څخه ، د دوى ټوله هڅه دا وه چې څه ډول له ناروغ څخه پيسې واخلي كه يو سړى به لږ تبه هم وه ، د هغه ينه به يې معاينه كړه او ورته ويل به يې چې ته ملاريا يې بيا به يې پر هغه اوه قلمه دارو وپلورل چې دوه يا درې به يې شربت وو .د بلقيس د خاوند جيبونه چې اوس تش وو او ټوله داريي يې د ډاكټرانو جيب ته لويدلې وه
خپله حوصله يې ونه بايلله او وچته اراده يې لرله ، . اسلم ليدل چې د ميرمن رنګ يې ورځ په ورځ خرابيږي او ناروغي يې مخ په زياتيدو ده او ډيره يې ځوروي په دې فكر كې ولويد چې ښايي د ولايت په روغتون كې يې د ميرمن د درملنې لپاره اسانتياوې شته وي ، كه هلته يې بوځي نو ، ركه روغه به شي . اسلم چې اوس نقدې پيسې نه لرلې او ټولې يې د ميرمن په درملنه لګولې وه ، تر اوږو په قرضونو كې ډوب هم و خو بيا يې هم سل زړونه يو كړل او د ولايت روغتون ته يې د بلقيس د كرايې د پورولو لپاره بيا هغو خلكو ته مراجعه وكړه چې مخكې يې ترې پيسې پور كړې وې او د ډيرو دروازې يې وټنګولې خو هيچا يې غږ وا نه وريده ځكه لومړى يې بايد د هغوى قرض وركړى وى او همداسې نا اميده راستون شو ، د ولايت تر ښاره د كرايې د موندلو لپاره يواځينۍ لار چې اسلم ته پاتې وه دا وه چې خپله ز مكه ګيرو كړي ، خو زمكه يې هم چا نه ګيرو كوله ، شاړه زمكه چا څه كوله ، دده زمكه چې چا ګيرو ونه نيوله نو ډير يې فكر خراب شو چې كور ته راستون شو ، وې ليدل چې ميرمن يې په ځاى كې پرته ده ، ده فكر وكړ چې ښايي كلكه ويده وي ، سر پورې يې كيناست او له ځان سره يې وويل چې ځه! كله چې راويښه شو ه بيا به يې د ناروغۍ حال وپوښتم ، په دې كې څو ساعته تير شول خو بيا هم بلقيس په خپل ځاى كې د پخوا په څير پرته وه ، نا څاپه يې زړه ولويد ، دا فكر ور ته پيدا شو چې خداى مكړه ميرمن يې مړه نه وي ، بې ارادې يې خپل لاس د هغې په زړه كيښود چې زړه يې درزيده ، شكر يې وويست او د هغې د راويښولو هڅه يې وكړه خو هغه داسې بې هوښه پرته وه چې دده نارې يې هيڅ نه اوريدې ، خپل جيبونه يې وكتل چې يوه روپۍ هم په كې نه وه ، له لږ چورت څخه وروسته ولاړ شو او د دوه منه وړو بورۍ يې په وږه كړه ، دا وړه د خوراكې له غلې ورته پاتې وو ، هغه يې نږدې دوكان ته د پلورلو لپاره يوړل ، د وړو پيسې چې ايله سل افغانۍ شوې وې له يوې خوا يې د ولايت تر روغتونه كرايه شوه ، د روغتون ډاكټرانو چې د بلقيس حالت وليده هغه يې په روغتون كې بستر كړه ، دې ډاكټرانو له زياتو معايناتو وروسته وپتيله چې بلقيس د يوې معمولي ناروغۍ د مخنيوي لپاره د بيلا بيلو درملو د خوړولو له امله په دغه ناروغۍ اخته شوې ده خو دلته يې وضعه په دوه ورځو كې يو څه ښه شوه ، دلته يې درملنه ځكه موفته كيده چې ټولو خارجي موسيسو له مركزي روغتون سره مرسته كوله او ډاكټرانو هم د ناروغانو درملنه وړيا كړې وه او ان د ناروغانو پا ى واز ته يې هم خواړه وركول ، په لسمه ورځ ډاكټرانو ورته وويل چې نوره يې ميرمن بوځي كورته ځكه ويل يې چې نوره ښه شوې ده خو د څو ورځو لپاره يې دارو هم وركړل چې ناروغي يې په بشپړه توګه ښه شي ، بلقيس اوس پلې تلى شوه ، په اډه كې يو شمير خلك د موټر په انتظار ناست وو او د اسلم يو كليوال ته يې دا خبره كوله چې د امو د سيند سطحه راجيګه شوې اوستاسو ولسوالۍ يې بسته وړې ده ، د ولسوالۍ د دفتر په ځاى كې سيند بهيږي ، د دوى كور هم د ولسوالۍ دفتر ته نږدې پروت وو ، بلقيس چې دا خبرې واوريدې ، ښايسته كور ګى يې سترګو ته نيغ ودريده چې بيا له نوو هيلو سره ور روانه وه او دې دردونكي خبر دومره بد تاثير پرې وكړ چې ځاى په ځاى په زمكه راولويده ،او د تل لپاره د بي هوښۍ حالت ته لاړه اسلم يې تشې دونيا ته بې كسه بې كوره پريښود .
",كمپوډران
3038,,"
په کاناډا کې د ارواښاد استاد فضلی او ارواښاد استاد پلار فاتحه واخیستل سوه افغان رساله د افغانستان د تياتر او راډيو ټلويزيون تکړه ممثل ارواښاداستاد فضل محمد فضلی او د افغانستان د تیاتر پلار ارواښاد استاد جان محمد پلار فاتحه د افغاني فرهنګپالو اوخبری رسنیو لخوا د کاناډا په ټورنټو ښار کې د يکشنبې په ورځ د ۲۰۰۵ کال د مې د میاشتې په لمړې نيته د امت نبوي جامع په جومات کې واخیستل سوه. په دې فاتحه کې زموږ يو شمیر هیوادوالو برخه و اخیستله او د ارواښاد فضلی او ارواښاد پلار روح ته یې دعاووی وکړې او د خدای (ج) له دربار څخه يې دوی ته د مغفرت غوښتنه وکړه او د دوی پاته کسانو ته یې تسلیت وړاندې کړی. ",د ارواښاد فضلي او استاد پلار فاتحه واخستل شوه
3039,خالد هادي حيدري,"
١٣٨٤ دغويي ١٤مه ( خالد هادي حيدري )
نيويارک ، دامريکامتحده ايالات ",په دربار کښي د ژبو انډول د ملي يوالي بنسټ دی
3040,نعمان دوست - کابل,"
١٣٨٤ دغويي پنځلسمه ( نعمان دوست کابل
درنو لوستونکو ! تېروتنه دفرشته جلالزۍ خور ديوې لنډې کيسې نو م دى کومه چې په بېنواويبپاڼه کې خپره شوې ده .
دلنډو کيسو لو ستل او ليکل مې په عادت بدل شوي ، کله چې کومه خپرونه او ويبپاڼه ګورم ا و ل دکيسو برخه يې له سترګو تېروم . نن چې مې بېنواويبپاڼه پرانسته دتېروتنې په نوم کيسې مې سترګې ونښتې او سودا خو مې ورته هغه وخت نوره هم زياته شوه کله چې دهغې تر څنګ مې ديوې پښتنې خور نوم وليد.
دغه نوم دفرشته جلالزۍ و، چې په ناليدلي توګه يې زما په زړه کې ديوې بيدارې ، هوښيارې او دپياوړي قلموالې خورکۍ په توګه ځاى وموند .
زمونږ يوشمېر ليکوالان که خپه کيږي نه نو چې کله ديو شي بازار تود وويني پرته له دې چې خپل (( توليد )) ته پام وکړي خپل (( توکي )) ور وړاندې کوي ، په دغو تو کو کې ځينې داسې هم وي چې نه يوازې دا چې (( پيرودونکي )) نه پيد ا کوي بلکې دبازار رونق هم سړه وي .
دغه کار دشعر په برخه کې شوى دى ، هر چا داسې شعرونه ويلي چې او س دښه شعر موندلو او لو ستلو تلوسه هم له يو شمېر خلکو ورکه شوې ده .
کله چې په دې ورستيو کلونو کې لنډې کيسې دود شوې نويوشمېر ليکوالو ورسره دشعر کانه وکړه داسې څه يې دکيسې په نوم تېر کړل او پرې وې تپل چې که دوام وکړي نو ددې مينه والو په کمېدو کې هم شک نه ښکاري .
له کيسې سره ډېر احتياط ځکه اړين دى چې ، دنثر لوستل نظر شعرته حوصله غواړي ، ځکه له يوې خوا نثر دشعر په څېر اهنګ نه لري او له بلې خوا کيداى شي له نثر سره دشعر په پرتله خلک کم بلد وي .
فرشته جلالزى زما په اند په خپله کيسه کې له ډېر احتياط نه کار اخستى او په داسې ډول يې ليکلي ده چې دکيسې مينوال به يې نورو کيسو ته دومره په تمه وي لکه څنګه چې دا دخپلې کيسې داتل ليدلو ته په تمه وه .
فرشتې يوه کوډګره موضوع په کوډګرو الفاظو کې را نغښتې ده ، په دې کيسه کې تصويرونه خپل دي ، ژبه خوږه ده ، پيښه ښه تسلسل لري ، چاپيريال اشنادى ، نيوکه ده( کورني ميلمه ته څوک ... خوش امد نه کوي .. )) خو نيو که په کيسه نه ده تپل شوې او... داهغه څه دى چې يوه ښه کيسه يې بايد ولري .
دتېروتنې جملو په لو ستلو لو ستونکى دا خيال کوي چې ډيالوګونه لولي نه ؛ بلکې او ري يې او ټولې خبرې اترې يې په مخ کې تېريږي ، ولولئ دغه جملې : (( اى خورکۍ خير دى)) ، (( خو چي زه هغه ووينم ربه ! )) او داسې نور..
تيروتنه که څه هم يو ځاى لږ رسوا شوې (( راته ويې ويل سکينر نه لرم او دغه پلمه يې په بيا بيا تکراروله ))
خو تر پايه پورې لوستونکى يو خوږ انتظار ته پريږدي چې ، دکيسې دبرياليتوب رازهم په همدې کې دى .
ارواپوهان وايي چې نوم تاثير لري ، په دې کيسې هم خپل نوم لږ زيات تاثير کړى دى ا و په ځينو جملو کې املايي او ګرامري تېر وتنې شته .
وګورئ لاندې جملې : د قطر هيواد د ولور ګټلو له پاره په مساپرۍ تللی وي )) سم شکل يې : قطر هېواد ته دولور ګټلو ...
غاړګۍ به مي لا نه وه جوړه چي خوب وړې وم : سمه بڼه يې : غاړکۍ به مې لانه وه جوړه چې ، خوب به ويوړم يا خوب به وړې وم .
ايا نه ليدلې هم له چا سره مينه کېدای شي؟ سمه بڼه يې : ايا نه ليدلى هم له چا سره مينه کوى شي ؟
او ....
دا تيروتنې دومره نه دي چې لوى عيب وګڼل شي ، خو لکه څنګه چې په يوه ښکلې سترګې معمولي داغ هم دچا نه پيرزو کيږي نو .. .
په پاى کې لوستونکو ته دجلالزۍ دکيسې د لوستلو غوښتنه کوم او له هغې څخه دنورو ليکنو هيلې لرم .
",د فـــرشتــــې جــلالـــزۍ ( تېروتنه )
3041,سعيدلودين -ټورنټو کاناډا,"
اميد
زه مي د ميني
د اميد
او په اخلاص يو لګولې شمعه
په ها خاورينه کوچنۍ پياله کي
د ګنګاه رود
پر هغه لويه
او خاموشه څنډه
اوبو کي ږدم
په خپل لاسو ورته څپې جوړوم
د رود په غېږه يې کرار ورکوم
وايم چي ګوندي
زما د ميني
د اميد
دغه کوچنوټې شمعه
د رود په توره او وحشي غېږه کي
د ابدي تورتم تياره مخلوق ته
رڼا ور ورسوي
او زموږ د وچو و لندو خالق بيا
زموږ و تياره ښار ته
رڼا ورکړي
څراغ راولګوي
ما خپل کړي
",اميــــــــــــــــــــــــد
3042,,"
١٣٨٤ د غويي ١٤مه
دامريکا پوځ ويلي دي چي د زابل ولايت په نښتو کي يو افغان سرتيری او شل تنه طالب جنګيالي وژل شوي ، شپږ تنه افغاني پوليس او پنځه امريکايي سرتيری ټپيان شوي دي .
دا نښته هغه وخت رامنځته شوه کله چي دطالبانو پنځه ويشت کسيزي پر افغاني او امريکايي سرتېرو بريد وکړ ، امريکايي سرتېرو هوايي مرسته وغوښته او په جګړه کي د درنو زيانونو خبرونه ورکړه شوي دي .
امريکايي پوځونو ويلي دي چي په دغه نښته کي يې يو شمېر طالب جنګيالي او د هغوی په په تړاو ځيني سيمه ايز کسان نيولي دي . ",په زابل کي درنه نښته شوې ده
3043,,"
١٣٨٤ د غويي ١٤مه
پرون د وردګو ولايت د چک په ولسوالۍ کي د( مڼې ګل) دودېزه کلنۍ مشاعره وشوه ، په دې مشاعره کې د سيمي پر يو شمېر دولتي چارواکو، ليکوالو ، شاعرانو او فرهنګپالو برسېره د شهيدانو او معلولينو وزيره صديقه بلخي ، د ښځو په چارو کې دکليو دپراختيا مشاوره صفيه صديقي، وړانګه ساپۍ، دپلان پخوانی وزير رمضان بشر دوست او يو شمير نورو دولتي چارواکو برخه اخستې وه .
په دې وروستيو کي په يو شمېر ولايتونو کي د ګلونو په نوم ځانګړي کلنۍ مشاعرې نوي دود شوي دي . چي له دوی څخه يې د ننګرهار ولايت د نارنج ګل دودېزه مشاعره تر نورو ټولو زړه برېښي .
سږکال دننګرهار تر نارنج ګل وروسته په زابل کي د بادام ګل ، کندهار کي د انار ګل او دادی پرون په وردګو کي د مڼې ګل مشاعرې جوړې شوې . ويل کيږي چي په راتلونکي کي به دا ډول مشاعرې په نورو ولايتونو کي هم دود شي .
",په وردګ ولايت کښي د مڼې ګل مشاعره
3044,,"
١٤ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان د ښځو ټولني په دې وروستيو کې د ښځو وژنې يو بې رحمانه عمل بللی او هغه يې سخت غندلی دی.
د يادي شوي ټولني اعلاميه په بغلان ولايت کې دڅلورو ښځو، په هرات کې د يوې ښځي او ماشوم وژنه او په بدخشان کې د يوې ښځي سنګسارول، د اسلام له دين او ولسواکۍ سره مخالفه کړنه بولي .
د افغانستان د ښځو دټولني مشرې ثريا پرليکا ددولت له چارواکو وغوښتل چې دداسې عملونو مخنيوی وکړي او د افغان ښځو حق او پت خوندي وساتي.
",د افغان ښځو ځورول بايد پای ته ورسول شي
3045,,"
١٤ د غويی ١٣٨٤
نړيوالو سوله ساتو ځواکونو(ايساف) ويلي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو د شمېر په زياتولو سره د افغان او ايتلافي ځواکونو سره په ګډه په دې هيواد کې د ملي شورا ټاکنو ته خوندي امنيتي چاپيريال رامنځ ته کړي.
د دغه قواوو وياندې ميرمن کيرين پيتوت نن په يوه خبري کانفرانس کې وويل چې اوس په دې کار کيږ ي چې څومره اضافي ځواکونه به د کومو هيوادو څخه په افغانستان کې د ملي شورا د ټاکنو د امنيت لپاره راغوښتل کيږي.
",په افغانستان کې د ټاکنو لپاره ايساف خپل ځواکونه زياتوي
3046, احسان,"
ښاغلی انجنير محمد انعام واک د محمد اجان زوی د ١٣٣٣ لمريز کال د ليندۍ ( ١٩٥٤ ډسمبر ) په مياشت کښي د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالي کي زېږېدلی دی
ښاغلی انجنير محمد انعام واک د محمد اجان زوی د ١٣٣٣ لمريز کال د ليندۍ ( ١٩٥٤ ډسمبر ) په مياشت کښي د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالي کي زېږېدلی دی .
ښاغلی واک په ١٩٨٢ زېږديز کال دپاکستان هيواد ته مهاجر شو .
زده کړي :
د ١٩٦١ څخه تر ١٩٧٢ زېږديز کال پوري يې لومړنۍ زده کړي دليسې تر کچي بشپړي کړي دي .
( ١٩٧٣ – ١٩٧٧ ز ) د کابل پوهنتون دطبيعي علومو د پوهنځي دځمکي پېژندني د ليسانس دوره .
( ١٩٧٧ – ١٩٧٧ ز ) شپږ مياشتنی عسکري خدمت ( تعليمي غنډ – ننګرهار )
( ١٩٨٧ – ١٩٨٨ ز ) دکمپيوټر زده کړه پېښور
( ٢٠٠٢ – ٢٠٠٤ ز) د ناروېژي ژبي زده کړه ، داوسلو پوهنتون د تاريخ اوفلسفې د پوهنځي د ناروېژي ژبي کورس – اوسلو .
٢٠٠٣ ز کال دانګريزي ژبي ازموينه د لورنسکوګ عالي لېسه - ناروې .
٢٠٠٤ ز کال د اوسلو پوهنتون د ټولنيزي انسان پېژندني Social Anthropology د څانګي محصل .
علمي او څېړنيز کارونه :
( په ټولنيز ه اوسياسي برخه کي )
په ختيځ نورستان کي د اپيني نشه يانو سروې ، واک فونډېشن ، ( د ORA International چاپ ١٩٩٨ پېښور ) .
١٩٩٤ زېږديز کال د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کي د اپينو د توليد د کموالي سروې ( واک فونډېشن ، ننګرهار )
١٩٩٤ زېږديز کال په ننګرهار اولغمان کي د اپيني نشه يانو سروې ( واک فونډېشن)
١٩٩٥ زېږديز کال ( اسلامي بنسټ پالنه ) ناچاپ څېړنه .
( ١٩٩٦ – ١٩٩٨ ز ) ( پښتونولي اواسلام) يوه ناچاپ څېړنه .
کار او تجربه :
په افغانستان اوپاکستان کي :
( ١٩٧٨ – ١٩٨٢ ز ) دافغانستان د کانو او صنايعو د وزارت جيولوجيست .
( ١٩٨٨ – ١٩٨٩ ز ) له افغان کډوالو سره د ډنمارک د کمېټې ( DACAAR) داوبو لګولو د څانګي مسلکي ساحوي کارکوونکی .
( ١٩٨٨ – ١٩٩٣ ز ) په پېښور کي د ( افغان ملت ) دجريدې مسول مدير .
( ١٩٩٨ – ١٩٩٠ ز ) دافغان نادولتي موسسې ( AAA ) دبياودانولو د برخي مسول .
١٩٩٠ زېږديز کال دافغان نادولتي موسسې ( AAA) مشر .
( ١٩٩١ – ١٩٩٦ ز ) د افغانستان له پاره د واک فونډېشن ( د افغانستان قومي جوړښت The Ethnic Composition of Afghanistan ) د شپږ کلني پروژې مشر .
( ١٩٩٤ – ١٩٩٧ ز ) د افغانستان د بيا ودانولو دافغان غير دولتي موسسې ARDP له پاره د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام UNDP/ OPS سره د خوست په ولايت کي داوبو لګولو د يوې پروژې د تړون لاسليک کوونکی اومشر .
( ١٩٩٠ – ١٩٩٤ ز ) د ARDP مشر او بنسټ اېښودونکی .
( ١٠٩٤ – ١٩٩٥ ز ) د افغانستان له پاره د واک فونډېشن د خپرونکي اورګان ( مخدرات The Drugs ) مياشتنۍ جريدې مسول مدير .
١٩٩٩ زېږديز کال _ د افغانستان له پاره دواک فونډېشن د ( طالبان څوک دي Who are the Taliban ) د سروې او څېړني د پروژې مشر .
١٩٩٩ ز - دافغانستان له پاره دواک فونډېشن د( افغان نظرياتو د سروې Afghan Opinion survey ) دپروژې مشر .
په ايران کي :
( ١٩٨٣ – ١٩٨٦ ز ) دايران د بوشهر اواصفهان په ولايتونو کي دايران دبيا رغوني د وزارت د کانونو اواوبو د کمېټو انجنير .
په ناروې کي :
( ١٩٨٨ – تر اوسه (٢٠٠٥ ) ز کال ) د افغانستان له پاره دواک فونډېشن بنسټ اېښودونکی او مشر .
( سپټمبر ٢٠٠٢ – جولای ٢٠٠٤ ز ) د ناروې د اکه شوس په ايالت کي د افغان ماشومانو له پاره د مورنۍ ژبي ( پښتو ) ښوونکی .
چاپ شوي اثار :
ټولنيز اوسياسي اثار :
١ _ افغانستان : اسلامي بنسټپالنه اوافغاني ناسيوناليزم - په انګريزي ژبه ( پېښور ١٩٩٩ )
٢ _ افغانستان درېيم قوت - په پښتوژبه ( پېښور ١٩٩٩ )
٣ _ د افغانستان قومي جوړښت - دافغانستان له پاره د واک فونډېشن د شپږ کلني پروژې راپور ، دساپي دپښتوڅېړنو اوپراختيا د مرکز چاپ ( ١٩٩٨ پېښور )
٤ _ د افغانستان قومي جوړښت – په انګريزي ژبه د KOR چاپ ( پېښور ١٩٩٩ )
٥ _ افغانستان : فډرالي سيسټم؟ - په پښتوژبه د چاپ ( پېښور ١٩٩٩ )
شعرونه
٦ _ د شومه دم انګازې - پښتوشعري ټولګه ( پېښور ١٩٩٣ )
دشعر په برخه کي د ( مور ) دجايزې ګټونکی ( ١٩٧٥ زېږديز کال - کابل )
۷ _ د ( بوشهر دکانونو پېژندنه ) ، جنوبي ايران په فارسي ژبه ( ايران ١٩٨٥ )
٨ _ په مرکزي ايران کي دغير فلزي منرالونو لومړنی راپور – فارسي ژبه ( ايران ١٩٨٦ )
مقالې :
په کلتوري ، ټولنيزو اوسياسي برخو کي ديو شمېر مقالو ليکونکی .
سيمينارونه :
ښاغلي واک صاحب د ( ١٩٨٣څخه تر ٢٠٠٥ ) کال پوري په هيواد کي دننه او بهر په يو شمېر علمي سيمينارونو کي د ګډون تر څنګ په ناروې کي د دوو علمي سيمينارونو جوړونکی دی :
١ _ په افغانستان کي دسولي او دموکراسۍ لرليد ( د ٢٠٠٣ زېږديز کال د سپټمبر اتمه نېټۀ - ناروې )
٢ _ دنوميالي نارويژي ختيځ پوه اوپښتو ژبپوهاند ( ګيورګ مارګن سټېرن ) سيمينار د ٢٠٠٤ کال د می دمياشتي پر اته ويشتمه .
۳ - ( په افغانستان کي دملت جوړوني د لرليد ) د ۲۰۰۵ کال د نومبر پر اتلسمه نېټه د ناروې د ليلستروم په ښار کي جوړ شو .
د شعر يوه بېلګه يې :
تلمه
څومره چي تلم نه رسېدمه تلمه
خو بيرته نه راستنېدمه تلمه
زه په وسله د محبت سمبال وم
له هر اجله تېرېدمه تلمه
راپسي ژوند وکړلې کړيکي ډېري
په مرګ هم نه ايسارېدمه تلمه
زه شومه اوښکه چي باړخو به ښکل کړم
خو په ګرېوان راڅڅېدمه تلمه
هسي به ورک د وخت پېچومو کي شوم
لکه د لمر پنا کېدمه تلمه
په لاس رانغله مرغلره هدف
که په خولو کي ډوبېدمه تلمه
تنده زما وه د وصال د اوبو
په ثرابو نه غولېدمه تلمه
شپې خو په تلو راتلو شوې ستړي ډېري
زه په شانه راګرځېدمه تلمه
د غربت ټکنده غرمو دښتو کي
د شګي ګل وم ، ځلېدمه تلمه
زه له خزانه ماڼېجن نه ومه
چي په سپرلي کي رژېدمه تلمه
ډک له همته و تيندک د ميني
په مخ لوېدمه پاڅېدمه تلمه
کله به ورک ، کله به وړاندي وروسته
لکه د سيوري ګرځېدمه تلمه
په هر قدم کي و لاښونه پراته
له احترامه ودرېدمه تلمه
په حقيقت کي مي عدم شته نه و
ظاهر لوګی وم ورکېدمه تلمه
وم لکه غشی د جفا د نظر
د يار له سترګو بېلېدمه تلمه
کله جفا کي هم وفا ښکاره شي
زه په ژړا کي خندېدمه تلمه
ارماني لاړم پښه نېولی نه شوم
که له افسوسه اېشېدمه تلمه
تلمه د يار له کوڅې تېښته کي وم
خو ورته لانژدې کېدمه تلمه
مينه ښکاره مي تر اخېره نه کړه
دا زه ساده خو شرمېدمه تلمه
افسوس چي پروت و خنډ د عقل منځ کي
نه چي رقيب نه ډارېدمه تلمه
راسره مل د بل شي غم نه و هيڅ
بس زه په مينه لوبېدمه تلمه
هسي کاذب هجرت ونه کړ ( انعام )
وطن ليلا نه جارېدمه تلمه
۱۹ زمری ۱۳۶۵
بندر بوشهر – ايران
",انجنير محمد انعام واک
3047,,"
",
3048,,"
١٥ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان څخه د متحدو ايالاتونو تلونکی سفير زلمي خليل زاد پرون په کندهار کې د بزګرانو څخه وغوښتل چې د کوکنارو کر کيله پريږدي.
ښاغلې خليل زاد چې اوس په عراق کې د ولسمشر بوش دځانکړی استازی او د امريکا د سفير په توګه ټاکل شوی، کندهار ته د زرغونې انا دمقبرې د بيا جوړولو پرانيستونکی دستورې ته ورغلی و. دا مقبره د امريکا په مالي مرسته بيا جوړه شوې ده.
ښاغلي خليل زاد وويل چې امريکا به افغانان نه هيروي او نوري مرستې به هم کوي .
",خليل زاد له بزګرانو وغوښتل چې د کوکنارو کر پريږدي
3049,,"
١٥ د غويی ١٣٨٤
جاپان د افغانستان په ختيځ کې د اوبو دوه ويجاړ شوي بندونه رغولي چې نږدې دېرش زره جريبه مځکه به خړوبه کړي.
دا بندونه د ننګرهار ولايت د بيسودو ولسوالۍ کې و.
په افغانستان کې د جاپان سفير د دغو پروژو د پرانيستلو لپاره ننګرهار ته ورغلی و چې په کې يې د کونړ د سيند څپو ته د يوه سپر د جوړولو خبره هم وکړه.
د کنړ سيند د جلال اباد-اسعد اباد تر منځ د غځيدلی لوی واټ ځيني برخې وړي وي.
",جاپان د بندونو په بيا رغونه کې مرسته کړی
3050,,"
١٥ دغويی ١٣٨٤
",د طالبانو يو تکړه قوماندان د حکومت سره يو ځاي شو
3051, ولي شاه طبيب - کندهار,"
ميـــــــــنه
ژوند کي مينه پــــــــــــــيداکيږي کله کله
غاټول دښت کــــــــي زرغونيږي کله کله
لا غــــوټۍ وي چي له ډاره په لړزا وي
دخزان سيــــــــــــــــــــــلۍ چليږي کله کله
يو دانه يــــــــــې داشنا دزلفو زيب سي
پاته ټوله مـــــــــــــــــــړاوي کيږي کله کله
دښايــــــــــــــــستوماهرويانو مينه وکړه
دطالــــــــــــــــــــع ستوری ځليږي کله کله
چي د مـيو تر جام لاس وانه ړوې ځوانه
داجامـــــــــــــــــــونه چي ګړنګيږی کله کله
دا وصيـــــــــــــت زماطبيب درسره ساته
يو دعشــــــــــــــــــــق بيمار رغيږي کله کله
کندهار دعقرب ۱۱کال۱۳۸۳
",ميـــــــــنه
3052,خوشال فرهنګي ټولنه - کابل,"
١٣٨٤ د غويي د مياشتي ١٥مه
دپوهنوال دوكتورعبدالخالق رشيد له خوا:
دافغانستان دنوميالي ليكوال ، ژورنالست اووياړلي اديب
ارواښاد عبدالجليل وجدي د خواشينوونكې مړينې له امله
دا امكان نشته چې په دې بازار به بيا راشي ...
په خواشينۍ سره مرګ يوځل بيا دخپل يوه نوميالي هيواد پال ، خواخوږي ليكوال اووياړلي فرهنګي ارواښاد وجدي صاحب په وير ورواړولو. دهغه چا په وير چې نوم اوهلې ځلې يې دپښتوژبې او ادب په برخه كې په مادې اومعنوي لحاظ نه هيرودونكې دي . انا الله وانا اليه راجعون .
ارواښاد وجدې دنژدې څلوښتو كالو په اوږدو كې په افغانستان كې دنته اوباندې دپښتوژبې اوافغانې فرهنګ له هغو نومياليو څخه و چې په دغه برخه كې يې دبښتوژبې ديوه سپيڅلي خدمتګار په توګه خپله ملې اوادبې دنده په خورا ميړانې اونه ستړې كيدونكې روحيې سره ترسره كړه ، دى له هغو نومياليو څخه و چې دهيواد په هغوحالاتوكې چې خپله پښتنوهم په پښتو ليكنې باندې نه وياړل دپښتوژبې دانكشاف اوپراختياكارته اوږې وركړې اوداسې يې شپه اوورځ پرځان يوه كړې وه چې دده په خپله وينا چې له بښتو پرته يې نور خوبونه هم نه ليدل اوهرڅه ورته پښتوپښتو ښكاريدل. چې داپه خپله دهغه مهال په كابلې چاپيريال كې څه اسانه خبره نه وه.
برسيره پردې چې ده دبښتوژبې او فرهنګ په باره كې خپلې نه ستړې كيدونكې هلې ځلې ترسره كړې ، دى دهيواد اوخلكو دملي برخليك داوچتيا په خاطرتل ددوى په څنګ كې په خورا سرلوړۍ ، تقوا سره دريدلى دى اوپه دغه لاره كې يې داسې درانه گامونه پورته كړل چې تردغه دمه يې دهغوله امله له چا څخه د هيڅ ډول امتياز اومقام غوښتې تمه ونه كړه . دده غرور اوسرلوړي به زموږ دهيواد دملي ،ادبې اوفرهنګي يارانوپه منځ كې دى په اوچتيا اوپرتم سره يادوي او دده دغه وياړ ته به د درناوي سرونه ټيټوي.
دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا اوټول غړي فرهنګيان په هيواد كې دننه اوباندې داستاد وجدې مړينه دپښتنې فرهنګ ا وادب په لاره كې يوه نه جبران كيدونكي ضايعه ګنې ، دپښتوژبې فرهنګي كړيو ، دافغانستان فرهنګي اوعلمي ټولنو اودده ارواښاد كورنۍ ته دوجد ي صاحب په مړينه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي اوله پاك خدايه ده ته دجنتونو هيله كوې. داستاد وجدي نوم اوكارنامې دې تلپاتې وي .
نصرالله حافظ دخوشال دفرهنګي ټولنې مرستيال
كابل _ د۱۳۸۴ كال ثور دمياشتې پنځلسمه
",د خوشال فرهنګي ټولنې دژورې خواخوږۍ پيغام
3053,يونس برهان - کابل,"
١٣٨٤ د غويي ١٥مه ( پژواک خبري اژانس کابل )
",د طالبانو له وتلي او روڼ اندي مشر سره ځانګړي مرکه
3054,,"
١٣٨٤ د غويي ١٦مه
ښاغلی رحمت ګل ځواکمن د حاجي محمد رزاق زوی په ١٣٣٨ لمريز ( ١٩٦٠ زېزديږ ) کال د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالي کي زېږېدلی دی .
په ننګرهار او کابل کي اوسيدلی اواوس د خپلي کورنۍ سره يو ځای په هالنډ کي هستوګن دی .
ښاغلی ځواکمن له هماغه کوچنيوالي د رسمي زده کړو تر څنګ د پلار او مور د پاملرني او سپارښتني له مخي د اسلامي فقي او فارسي ادبياتو لوست هم کړی دی .
نوموړي له ١٣٤٥ لمريز څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د چپرهار لېسه په دوهمه درجه پای ته ورسوله .
له ١٣٥٧ څخه تر ١٣٦١ لمريز
",رحمت ګل ځواکمن
3055,,"
١٦ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې امريکايې ځواکونه او دولتي چارواکي واي چې په دې وروستيو ورځو کې د طالب جنګياليو سره د هيواد په سهيلي سيمو کې سختي جګړي شوي دي.
دوي واي د سې شنبې او چارشنبې په ورځو د زابل او کندهار په ولايتونو کې د جګړو په وخت تر ٦٠ تنو ډېر اورپکي وژل شوي دي.
د حکومت غاړې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده ، نهه تنه سر تيري د سپين غر په نامه ښارګوټی ته نږدې هغه مهال ووژل شول چې په يوه کمين کې ولويدل. دا دافغانستان نوي روزل شوی ملي پوځ ته تر ټولو لوي اوښتې زيان دی.
امريکايان واي چې په دې اونۍ کې د دوي خپل ٧ عسکر هم ټپيان شوي دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير عبدالله واي چې دا جګړه د طالبانو له لورې هغه لويه نخښه ده چې د ژمي د وتلو او کرارۍ وروسته د هيواد په سهيل کې بيا په برېدونو پيل کوي. ",په افغانستان کې په وروسيتو ورځو کې سختې جګړي شوي
3056,,"
",
3057,,"
",ميرزاعلم حميدي په حق ورسېد !!!
3058,حبيب الله غمخور - سويډن,"
١٣٨٤ د غويي ١٥مه
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني دخواشينۍ پيغام
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ دهيوادنوميالي او پيژندل شوي ليکوال ،ژورناليست او ادبي شخصيت ارواښاد عبدا لجليل ((وجدي)) له پاني دنيا نه دتل لپاره سترگي پټي کړې ، دافغاني فرهنگ او ادب مينه وال يې يو ځل بيا دوير پر کمبله کښينول .
اناالله وانا اليه راجعون
خداي بخښلي وجدي صاحب تر څلويښتو کالو زيات د خپل خواږه ژوند گټوري گړۍاو شيبې دغه داتلانو اوقهرمانانو دوطن دفرهنگي تکامل او ادبي غښتلتيا لپاره ډالۍ کړي وې او پدي ورستيو کښي يې له ښکلي افغانستان نه ليري دبيلتون او جلاوطنۍ شپي او ورځي سباه کولي .
ارواښاد وجدي صاحب دهيواد ديوه غښتلي او پياوړي فرهنگي خدمتگار په توگه دژوند په ټولو شيبو کښي خپله ملي اوافغاني دنده په ميړاني او افغاني شهامت تر سره کړيده ،دغه لوړادبي شخصيت دخپلي ژبي اوافغاني کلتوردپياوړتيا په لار کښي دزياتو ليکلو انځورونوپه وړاندي کولو سره بيله کومي ويري او تسليمۍ نه دخپل توان او طاقت پر اساس داسي تلاښونه سرته رسولي او گامونه اوچت کړي دي چي دهغو ياد به دافغان ولس په فرهنگي تاريخ کې تل پاتي خاطره وي .
ارواښاد وجدي دا دهيوادد پياوړي سياسي څيري په توگه هغه څوک ؤ چي يوه لهظه يې دخپل ربړېدلي ولس دژوند کړاونه او ستونزي ندي هير ي شوې او هميشه يې ددي غمځپلي او کړيدلي ولس دژودنددسياسي او ټولنيزو ښيرازيو ، اجتماعي عدالت ، مدني ټولني دجوړيدواوپه هيواد کښې ددموکراسۍدراتگ او ټينگښت په لار کې ستر فرهنگي او وطني خدمتونه سرته رسولي دي ، اودغه سپيڅلي او انساني ملي هدفونو ته درسيدوپه لارکښي هيڅ وخت دزمان واکدارانو ته ندۍ تسليم شوۍ .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه او ټول غړي پداسي حال کښي چي ارواښاوجدي صاحب مړينه دهيوادوالو لپاره ستره غميزه او لويه ضايع بولي ، ځانونه د ارواښاد وجدي صاحب دکورنۍ د ټولوغړو او علاقمندانو سره پدغه ستر غم کې شريک گڼي. پدي ټينگ باور لري چي ددغه فرهنگي اوادبي شخصيت د ملي او فرهنگې چوپړ ياد به دټول افغان ولس په زړونو کښي دهميش لپاره د يوې نه هيريدونکې خاطري په توگه پاته وي .
دروان ۱۳۸۴کال دثور ۱۵ نيټه
دټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب اله غمخور
",مرگ يو ځل بيا دافغان فرهنگې جونگړې ته سر را ښکاره کړ!!!
3059,,"
١٣٨٤ لمريز د غويي ١٧مه ( دخوشال فرهنګې ټولنې لارښوده شورا )
د نوميالي ليكوال، ژباړونكي اوفرهنګي ميرزاعلم حميدې دمړينې له امله
دخوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا دغمرازئ
پيغام
ستا له ستمونو دوره چا وته فريادكړم
وله مې په غشو ما همت درته نيولی ( د بيجاپور پرديس _ هجري )
غم په غم پسې اومرګ په مرګ پسې زموږ لمنه نه پريږدي ،ان چې لا ديوه ليكوال اوشاعر ،لاديوه هنر مند اوممثل جنازه خاوروته نه وي سپارل شوې چې بله ورپسې را روانه وي ، دابه زموږ نصيب اوبرخليك وي چې يوه ورځ مو هم دخندا زوږ اوشور په پرله پسې توگه په كور راننه نه ووت اوهمدا يوه چغه اويوغږ دى چې با يد وايې ورو اوورته وژاړوو. هومرګ ، او ژړا،اوهغه هم په پرله پسې توګه ...
... اودادى په دغه لړكې موديوه بل نوميالې فرهنګې يار اوخواخوږي ميرزاعلم حميدي صاحب په غم هم تغر وغوړاوه ، هغه څوك چې درې لسيزې يې دقلم دلارويوله كاروان څخه ځان اوخپلې فرهنګي هلې ځلې په خورا سختو شرايطوكي هم ونه سپمولې اوپه خپلو ليكنواو ژباړو سره يې په خپل وخت كې زموږ د دردونو اوغمونو تسل وكړ، موږ ته يې كيسې اوداستانونه راوژباړل داسې چې په يوه ځانگړي پړاوكې يې خپل پوره اثر اواغيز په ټولنه او روڼ اندو فكرونوكې درلود.د نامتو نړيوال اثر (ژوبڼ ) پښتو ژباړې اوچاپ يې په شپتموكالو كې بې شكه خپله مهمه اغيزه اووړتيا درلوده دومره چې زموږ په منځ كې د حميدې صاحب په ( ژوبڼ ) باندې نامتوشو. همداسې دټوكو خورجين اونورې ليكنې ېې په همدغه اندازه اغيزناكې اودپاملرنې وړوې اودي. دابه بې ځايه نه وي چې ووايو دده ژباړې وې چې دهغو په ترڅ كې موږ دختيزې نړۍ نوميالې تركي ليكوال عزيز نسين اودهغه دليكنې ځانګړى سبك اوانتقادي ژبه پښتوژبې ته ديوې ښكلې ډالۍ په توگه وروپيژندل . همداده چې كله په پښتوژبه كې د ژباړې خبره ياديږې بې شكه چې دارواښاد حميدې صاحب نوم په دغه برخه كې ديادونې اودرناوې وړوي.
حميدي صاحب ډيرې نورې داسې علمي اوافغاني ځانګړنې درلودې چې دهغوپه لرلواو وړتيا سره به زموږ له يادو اوخاطروڅخه كله هم په يوه خوا نه شي ، دى دوياړلې خوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا له خورا درنواوقدرمنوبنسټوالو څخه و، چې په عين حال كې يې ددغې ټولنې دمالې برخې هغه برخه چې كله يې هم له معنوي پانګې پرته نورڅه نه درلودل مسوول هم و، دخوشال فرهنګي ټولنې وياړلې مشر استاد روهي به ورته ويل : (( خيردى كه موږ پيسې نه لرو حميدې صاحب خولرو. )) په دې مانا چې دده په همت زموږ ټولې مادي ستونزې دټولنې دسمبالتيا په برخه كې زموږله پامه لويدلې وې. اوموږ په دغه برخه كې په تش لاس دومره برلاسي وو چې په يوه خورا لنډه موده كي موخپل ملي اوفرهنګي هويت په يوه ستررسالت باندې بدل كړ.
دخوشال فرهنګي ټولني لارښوده شورا اوټول خواخوږي ، پوهان اوفرهنګيان په هيواد كې دننه اوله هيواده دباندې دخپل دغه وياړلې غړي اوبنسټوال په ناڅاپي مړينه خپله ژوره خواشيني دخپلې ټولنې ټولوغړو، هيواد والو اودده ارواښاد كورنۍ ته دزړه له كومي څرګندوي اوپه دې باوري دي چې دحميدې صاحب مړينه دافغانستان دروڼ اندي، ادبې اوفرهنګي پاټكي په منځ كې يوه ستره اونه جبران كيدونكې ضايعه ده .
اروا دې ښاده اونوم يې تلپاتې!
دخوشال فرهنګې ټولنې لارښوده شورا ( کابل )
نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال
",غم په غم پسې اومرګ په مرګ پسې زموږ لمنه نه پريږدي
3060, ميرزاعلم حميدي,"
١٣- مارچ - ٢٠٠٥ ( ميرزاعلم حميدي ) هالنډ
کاشکې
سیاست کې سپیڅلتیا او حقــــــــــــیقت وای
نه کـــــــنځلې ، نه دروغ مـــــــــــــــنافقت وای
په مـــــوټرو او چوکۍ باندې جنــګ نه وای
نه خپګان، نه پس پسې او نه غیــــــــبت وای
د وطن د سمـــــــــسورتیا مینه لومـــړۍ وای
سیاسي مـــــــــــداریان نه وای لـیــاقت وای
پت عــــزت پکې خوندې د ټول ولـس وای
نه خادست،نه کې جې بې، نه بــــــربریت وای
نه پلـــــــــمې نه دسیسې او نه نــــــفرت وای
یو تربله همکاري قدر وعــــــــــــــــــــزت وای
وروروالــــــي، بــــــرابري، مـــــــــــهرباني وای
په ازاده ژوند کـــــــــول د بــــــــــــــشریت وای
نه ټـــــګي، نه غــــــــلامي، نه چــــــالاکي وای
په خپل مــــــنځکې یو تر بله شـــــرافت وای
نه لاســــــــپوڅي جاسوسان د بل هیواد وای
نه خاین او نه د بل په پـــــــــــیسو مست وای
نه ټانــــــکونه، طــــــــیارې او نه ټوپک وای
نه کــــــورونو چـــــــورول نه غـــــــــنیمت وای
نه زنــدان، نه زولــــــنې، نه ځــــــــورول وای
نه د یـــوه بل اچــــول او رقــــــــــــــــابت وای
نه غــــــــــــــــــــــــمونه، فریادونه، نه وژل وای
نه ښـــــــــارونو ورانــــول نه خــــــــــیانت وای
یو پــــــــر بل د تـــــــــــوغندیو بـــــاران نه وای
خپـــــل هیــــــواد ابادول ستر انسانیت وای
نه وهـــل، بندي کـــــول، نه ســــــــــــپکول وای
څـــــــــارنوال او قـــــاضي دواړه د ملت وای
نه برقــــــــونه، نه ډنـــدې، نه سر وهـــــل وای
د وطن مـــــینه مـــــــعیار د لــــــــوړ همت وای
نه نفاق، نه د قومونو لمــــــــــــــــــــــــسول وای
اتحــــــــــــاد او وروروالـــــي مینه الفت وای
د خـــــواښیو کاروانونه پــــــــــکې روان وای
هـــرې خـــواته فـــــــــــابریکې او نظافت وای
چې مـــــلي احساس له هر څه نه اوچت وای
دغــــه شانې زموږ کټ مټ ســــــــیاست وای
حق ویـــــل خــــیانت نه وای هـــــــــڅول وای
خپل ګــــــناه پــــټول نه وای شــــجاعت وای
د ولــــــس دود او دســـتور ته احـــترام وای
قـــــوم پالنه لوی همت ننګ او غیرت وای
وســـــــیله د لــــــوړ مــــقام پـــوهه کــمال وای
ظلم نه وای خپل اختیار، خپل حاکمیت وای
ټــــول کارونه په علـــمي مـــــــنطق ولاړ وای
ټـــولو چــارو کې جـــرئت او عـــــــــدالت وای
یــــو د بل تر منځ سیــالي وطن خدمت وای
د قومو تر منځ وروري مـــلي وحــــدت وای
د جـــوړښت او د نــوښت مخــــنیوای نه وای
په هــر کار کې وجـــــدانې ښه قضاوت وای
ځــان ستایل د بل غندل شرم او عــــــار وای
نه چې خپل کار باندې بل څوک ملامت وای
نه ظـــــالم او نه جـــابر، نه غــــــــوړه مال وای
زمــوږ هــیواد کې دغه رنــګه زعـامت وای
روغـــه، جــوړه د قـــــومو تر مــنځ شعار وای
اوس به زمــــونږه تر اسمانه سر اوچت وای
با وقـــــــــاره با وجــــدانه رهــــــــــــــبران وای
ســــــــــیــاست کې پت عــزت اوفضيلت وای
١٩٩٦ - ٤-٢٧
",کاشکې
3061,قريب الرحمن سعيد - ناروې,"
١٣٨٤دغويي ٢١ ( قريب الرحمن سعيد – اوسلو پوهنتون - ناروې)
ددې ليکني لومړی برخه دوهمه برخه دريمه ( وروستۍ برخه )
د نل لیکو د غزیدو تر مخ کورنۍ ستونزي
وروستۍ برخه :
امنیتي حالات
لکه څرنګه چي مخته مو ورته اشاره وکړه ددغي نل لیکي د غځېدو تر مخ چي کوم ستر خنډ ونه په دغه تیرو څو نظامونو کي موجودوو او دهغه نظامونو د له منځه تللو یو ستر عامل هم دغه وه چي د یو نیکال د تیلو کمپنۍ ورته د کلونو کلونو را هیسی ځان جوړ کړي و . د پرو فیسور رباني د رژیم په وخت کي دغه کار ځکه نا شونی و چي هغه نه یوازي په ټول هیواد بلکي د کابل په ښار کي هم خپل حاکمیت ټینګ نه شو کړای او هغه ولایتو نه چي دغه نل لیکه ترې تیر یدله ، ټول د بشپړي انارشۍ سره مخ و ، خو د رباني د رژیم د سقو ط وروسته د طالبانو د نظام په وخت کي دغه کار تر ډیره شونی ښکاریده . خو د طالبانو د نظام ستونزه داوه چي هغه نظام تر اخر ی وخته پوري د امریکایانو له لوري په رسمیت و نه پیژندل شو . طالبانو هم د امریکا ددغي پالیسۍ په مقابل کي د یو نیکال د تیلو کمپنۍ ته په یوه اواز د خدای پامانی ځواب ورکړ او پر ځآی یې د ډلټا کمپنۍ چي د سعودي لخوا تمو یل کیږي غوره کړه . طبیعي ده چي دغه کار امریکایان نور هم وپارول او بالاخره د نورو عواملو تر څنګ د یونیکال کمپنۍ د طالبانو د نظام په خلاف پر یکړه و کړه چي نوره کيسه یې ټولو لو ستونکو ته څرګنده ده .
د طالبانو د نظام وروسته کله چي ولسمشر کرزي ته د افغانستان واک تر لاسه شو نو یو ځل بیا د تیلو او ګازو د نل لیکي د غزولو کار د یونیکال کمپنۍ ته و ر وسپارل شو . خو دغه کار بیا لکه د رباني د رژیم په څیر د امنیتي ستو نزو سره مخ دی . په دغه ستونزو کي یو ډول هغه دي چي د بهرنیو ملاتړ ورپه برخه دی تر څو ددغه سیمو امنیت خو ندي پاته نشي . او ورځني حالات او خبرونه دا په ډا ګه کوي چي په او نۍ کي درې څلور ځلي دداسي پیښو خبر ورکول کیږي چي په کي د ایتلافي ځواکونو په ګډون دولتي ځواکونه هم خپل سرونه له لاسه ورکوي . د کندهار ،زابل ، هلمند ، فراه ، نیمروز او بولدک حالات ډیر زیات کړکېچن دي او داسي بریښي چي امریکایانو او نورو ایتلافی ځواکونو هم په دغه غرنیو سیمو کي خپله حوصله له لاسه ورکړې وي . او بل ډول یې هغه حالات دي چي ددولت دمنسو بینو د بې تجربه ګیو او یا د منصب څخه د ناوړه ګټي اخستو په اساس را منځته شوي دي . او په دې تر تیب یې سیمه د کړ کیچ نه ډکه کړې او دې ته یې زمینه برابره کړې چي هیواد د تیلو او ګازو د نل لیکي د غځولو دغه طلایي چانس هم له لاسه ورکړي چي مو نږ یې د د نمو نې په تو ګه یو څو بیانوو
الف _ د افینو جنګ
په داسي حال کي چي هیواد د یوې اوږدې جګړې او ستري وچ کالۍ له ستونزو څخه راوزي او د هیواد دښتي او غرونه یو ځل بیا د مو سمي بارانو په واسطه شنه را ټو کیدلي د هیواد و ګړي هم د خپل اقتصادي سمو ن په خا طر هڅه کوي د تیرو وچ کالیو زیان په لږ وخت کي يا و کاږي . په دې کي هیڅ شک نه شته چي افغانستان یو زرا عتي پر خپلو پښو ولاړ هیواد و او د ځینو خپروو شوو احصا ییو له مخي که چیري د هیواد د خړوبولو سیستم په صحیح تو ګه په کار وا چول شي او د هیواد د سیندونو څخه [ چی همدا اوس تر ې ګاونډی هیوادو نه پوره پوره ګټه اخلي ] په صحیح تو ګه ګټي واخستل شي ، نو دغه هیواد او ددې هیواد و ګړي به ډیر ژر پر خپلو پښو ودریږي . خو تر هغې چي حالات هغې کچي ته رسیږ ي نو د هیواد والو له پاره په اقتصادي تو ګه د را پورته کیدو یوا زنۍ لار د افینو کرهڼه ده .
طبیعی ده چي که په یوه جریب خړوبه ځمکه کي افیون و کرل شی نود ۲۵ جریبه خړوبي او د هغی زیاتي ځمکي په اندزه د غنمو حاصل ورکوي . خو هیوادوال د بین المللی او په ځانګړې تو ګه د امریکایانو تر فشار لاندی دي چي باید د افینو کرهڼه بنده کړي ، که لږ څه تم شو او دا ومنو چي د افینو کرهڼه دي بنده کړل شي ، نو هغه لاري چي د افنیو د کرهڼي د بندیو وروسته په وټیزه تو ګه د هیواوالو له پاره ګټه وري ثا بیتیږي هغه کو مي دی ؟
په هیواد کي صنعت په ډیر ډیر لمړني پړاو کي دی نو په صنعت کي کلیوالو او دهقانانو ته ونډه نه شته . د کرهڼی د خړو بیدو سیستم پوره بې کاره او له منځه تللی دی . په دې اساس دهقانان نه توا نیږي چي خپله ټوله ځمکه و کري . تر څنګ یې د ښووني او روزني مسله هم تر ډیري لاندي کچي پوري ده ، نو که چیري دولت او یا ایتلافیان زموږ د هقانان مجبوروي چي د افنیو د کرهڼی نه لاس و اخلی نو بیا خو روته د متبادل کار او په اقتصاد ی تو ګه د خپلو پښو ددریدو یو ه لاره و ښایاست ؟
همدا لامل و چي دکندهار د ميوند په ولسوالۍ کي د دهقانانو او امنیتی ځوا کونو تر مینځ په نښتو کي مړي او زخمیان په ډګر پر یښوول شول او د هغي پسي د هرات و د ولایت په یوې ولسوالی کي هم ددهقانانو کو تکونه او دد امنیتي ځواک د ټوپکو تر مینځ شخړه وشوه چي امنیتی ځو ا کونه یې تښتیدو ته مجبور کړل . د ننګر هار د ولایت په ډیرو سیمو کی داسی پیښیي را منځ ته شوي او ان تر دې چی خلکو مظا هر ې و کړې او او د احتجاج اواز یې د بین المللی را ډیو ګانو له خوا نشر شو .
همدا راز د هلمند په ولایت کي دمو ټر سایکلونو پر ګرزیدو او دتیلو په خرڅلاو تر څو اونیو پوري بندیز لګو ل پخپله په دغه کشمکش کی دډیر ښت سبب ګرزي . دا او داسي نوري پیښي هغه څه دي چي ددې په واسطه په ولس کی یوه عمومي غو غارا پورته کیدای شي . او ددولت مسولین د پوره بې کفایتۍ نه په دې لړ کي کار اخلي او خلک تر دیوالو پوري و ر پوري وهي . او هر څومره چي امنیتي و ضعیت خر ابیږي هما غومره دغه ستره پرو ژه ځنډ نۍ کیږي ځکه د پروژې مسولین د پروژی د خو ندي توب په هکله شکمن ګرځي
ب _ د مهاجرینو ستو نزه
په ایران او پا کستان کي د افغانستان د مها جرینو له پاره حالت ورځ په ور ځ خرابیږ ي . د پاکستان د پو لیسو او مقاماتو د حصول یو ه ستره سر چینه مهاجرین جو ړوي . په ایران کی هم د پا سدرانو په لاس هر څو ک چي ورځي هغه سرحد ي کمپونو ته په داسي حال کی لیږدوي چي د هغې کورنۍ ته هیڅ معلومات نه وي ورپه برخه شوی .
ددې کار څخه ددې هیوادو هدف دادی چي څومره ژر چي کو لای شي مها جرین افغانستان ته ورپوري وهي په غربي نړۍ کي هم دغه ډول هڅي تر ستر ګو کیږي چي د المان هيواد نننۍ ( ١١ می ٢٠٠٥ )مظاهرې يې ښه بېلګه ده . خو ستو نزه داده چي د افغانسان اقتصادي ، سیاسي او امنیتي حالات ددی جو ګه نه دي چي دومره ستره شمیره مها جرین په یو ه نا څاپي تو ګه په خپله غیږ کي واخلي . مها جرین چي بیرته را ستنیږي نو د سر دخو ندي کیدو ځای ته اړ تیا لري ، چي په طبیعي تو ګه یی نه لري او که لري یې هم نو وران ویجاړ حالت کي . هغوی کار ته اړتیا لري چي نه ورته پید کیږي . هغه څه یې چي له ځا نه را وړي وي هغه تر ې اخوا دیخوا ولګیږي او بیا نو مجبورا په ناوړه کارنو لاس پوري کوي . د ګاونډیانو هدف هم همدا دی چي افغانستان د ستونزو سره مخ وي . په هیواد کي هم داسي با کفایته اداره نشته چي ددغه ستو نزو د حل له پاره پلانیزه شوی پرو ګرام تر لاس لاندي ولري ، نو طبیعي ده چي د خپل ګران هیواد په لور د مهاجرینو هجوم به ډیر ي زیاتي ستو نزي پیدا کوي چي تر ټولو مهمه ستو نزه یې د امنیت کړکیچمن کیدل دي . او امنیت تر هغه وخته پوري خو ندي نه شي پاته کیدای تر څو پوري چي د خلکو اقتصادي مسایلو ته تو جه نه و ي شوې چيدغه کار پخپله دداسي او داسي نورو سترو اقتصادي پروژو تر مخ خنډونه پیدا کوي . ځکه د اقتصادي پر مختګ تر شا چي کوم عوامل کار کوي د هغې څخه یو هم سیاسي ثبات او امنیت دی .
زمونږ خپلی معدنی زیرمی
د الله فضل دی چي افغانستان پخپله د ډیرو سترو معدني زیرمو خاونددی په دې هکله د ۱۹۹۴کال د اکتوبر په ۱۲ می یوه افغاني لوړپوړي هیئت ته د امریکا د بو سټن په پو هنتو ن کي د افغانستان پیژندني په مرکز کي د افغانستان د معدني مو دو او د هغې د زیر مو په هکله نژدې څلو سا عته لکچر ورکول شو . په دغه لیکچر کي د سپوږمکیو په واسطه اخستل شویي عکسونه او تر څنګ یې د ریسرچ او څیړنی هغه را پورونه چي نوی نوی را غبرګ شوی وه و ښوول شول . ددغي ناستی ډیر ه لږه برخه زما د یاداشت په کتا بچه کی پرته چی غواړم دلته یې یو ځل بیا په هما غه تو ګه و لیکم . البته ددی هریوه په هکله زه خپل نظر لرم چي دلته یې د مضمون د اوږدیدو په خاطر نه شم ځایولی. انشاالله په راتلونکي کي به په دې هکله تفصیل سره بحث و کړم.
+افغانستان د صنعتي زیرمو له اړخه د نړۍ یو د سترو سیالو هیوادو څخه دی . چي که چیري دغه زیرمي په صحیح تو ګه را و سپړل شي او کار ترې وا خستل شي نو د افغانستان هر ه زیرمه ددې هیواد د بیا بیا ا بادیدو ضمانت ورکوي . که څه هم په دې هکله وویل شو ل چي افغانستان د یورانیمو ستره زیرمه درلوده چي در وسانو لخوا غارت شوه او روسیې ته منتقل شوه .
+ د حاجی ګک غر په نړۍ کی ددویمی او پنځمی درجې تر مینځ د اوسپني تر ټولو لویه ذخیره لري.
+په لو ګر کي د عینکو مس یا د مسو کان په نړۍ کي تر ټولو ستره زیرمه جوړوي چي د افغانستان د څو ځله بیا ودانۍ له پاره پوره والی کوي .
+په پنجشیرکي د زمردو ، یا قوتو او بیرجو اونورو ارزښتناکه تیږو تر ټولو ستري زیرمي مو جود دي چي همدا اوس ضایع کیږي . او په ناوړه تو ګه تر ې یو شمیر وګړي ګټه پورته کوي
د یوه امریکایي پوه له وینا له مخي افغانستان په شرقی اسیا کي تر ټولو ستري طبیعيزیرمي لري . خو د ترانسپورت وسا یل او اسانتیاوي نه لري . نو که چیري د بین المللی په کار پوه کمپنیو سره د هغوی د استخراج په هکله قراردادونه و شي نو په دې ډاډمن یم چي ګران هیواد به ډیر ژر ددغه اقتصادي بد حالت څخه راووزي او خلکو ته به د کار د پیدا کیدو او بډای ژوند لاري په لاس ورشي
+ په ننګرهار ، پکتیا ، پکتیکا او همد راز په میمنه . مزارشریف ، شبر غان کي د ګازو او تیلو ستر ي ستري زیرمي مو جودي دي
یادونه :
د پخواني پادشاه ظاهرخان په وخت کي دافغانستان په شمال او جنوبی شرقي سیمو کي د تیلو او ګازو د تفحصاتو له پاره مختلفو کمپنیو کار پیل کړی و . په شمال کي امریکایانو غو ښتل په تفحصاتو کي برخمن شی خو د هغه وخت د روس د زبرځواک د مخالفت په اساس دغه کار و ځنډید. همدا راز د پکتیکا او خو ست په ولایتو نو کی د فرانسوي کمپنیو له اړخه د تفحصاتو کار پیل شوی و خو هغه هم د روسانو د سخت مخالفت سره مخا مخ شو . څر نګه چي هغه نظام هم ډیر بې کاره او د ګاونډیو په بسپنه ولاړ و نو دغه ستري پروژی هم هغه نظام تر سره نشوای کړای. که چیری په هغه وخت کي د فاریاب او د هغې په همسایه ولایتو نو کي دغه کار تر سره شوی وای نو اوس به د ترکمنستان د تیلو او ګازو د نل لیکي پر ځای د افغانستان نل لیکه نړۍ ته غځیدلې وای ځکه د ترکمنستان د تیلو او ګازو زیاتي زیرمي د افغانستان سره په سرحدي سیمو کي پر تې دي او اوس هم که افغانستان په دې هکله اقدام وکړي نو بې له شکه چي دغه زیرمي به دافغانستان د اقتصاد له پاره د ملا د تیر حیثیت پیدا کړي .
همداراز د پاکستان له اړخه د پکتیکا او خوست د ولایتو نو د سرحدی سیمو سره نژدی دتیلو او ګازو د استخراج کار په پراخه پیمانه روان دی نو که افغانستان یو ځل بیا هماغه پخوانۍ پروژی تر لاس لاندي واخلي نو د پا کستان پر ځای به افغانستان دخپلو زیرمو خاوند شي .
د افغا نستان دولت اوس ډیر زیات ملي او بین المللی امکانات تر لاس لاندی لري خو با کفایته اداره نلري . په کار ده چي ددولت مسولین د با کفایته ادارې په جوړولو کي د هیڅ ډول جوړښتونو نه کار وانخلي او اهل او په کار پوه کسان په دې لاره کي استخدام کړي
.
او اوس باید ددغه ستري پروژې د تکمیل په لاره کي چي کوم خنډونه موجود دي دولت دي په پوره ډاډ سره دغه خنډونه له منځه یوسي او دغه پروژه دي د بین المللي ملاتړ په واسطه د تکمیل مرحلې ته ورسوي.
د هغی ورځی په ارزو.
",د ترکمنستان د ګازاوتیلو د نل لیکو غځول ( دريمه برخه)
3062,عبدالله احسان,"
ښاغلی مېرزا علم حمیدي د عبدالحمید زوی د ۱۳۲۰لمریز کال د زمري دمياشتي پر شلمه نېټه د خوست ولایت د اسمعيل خېلو قوم دډډوالو په کلي کې زیږیدلی دی . لومړۍ زده کړې یې په ۱۳۳۳ کال کېد
ارواښاد ميرزاعلم حميدي ( ١٣٢٠ _ ١٣٨٤ )
ښاغلی مېرزا علم حمیدي د عبدالحمید زوی د ۱۳۲۰ لمریز کال د زمري دمياشتي پر شلمه نېټه د خوست ولایت د اسمعيل خېلو قوم د ډډوالو په کلي کې زیږیدلی دی .
لومړۍ زده کړې یې په ۱۳۳۳ کال کې د اسمعيل خېلو او مندوزیو په ښوونځي کې بشپړې کړي دي او د لوړو زده کړو لپاره کورنۍ ستونزو ورسره یاري نه ده کړې خو دکار پر مهال یې د هغه وخت د عصري ډبل انټري سیسټم د عمومي محاسبې او ادارې (Double entry general Accounting and Management) اتلس میاشتنی کورس په لشکرګاه کې لوستی دی او همدار نګه یې دوه ځلې په محاسبوي سیسټم کې د نویو بدلونونو د زده کړې درې میاشتني کورسونه هم پای ته رسولي دي .
ښاغلی حمیدي د سوداګرۍ وزارت تر رتبې هسک ( فوق رتبه) مامورو چې له خپل هیواد څخه تښتې ته اړ شو او اوس په هالېنډ کې د پردسۍ شپې سبا کوي .
د مېرزا علم حمیدي تر سره کړي دندې ، وختونه او ځايونه يې :
۱- سرطان ۱۳۳۵ - ثور ۱۳۴۲ د هلمند په لوی ریاست کې د افغاني ساختماني دستګاه «محاسب »
۲- جوزا ۱۳۴۲ - جدي ۲ ۱۳۵ په مالیې وزارت پورې اړوند د خیبر رستورانټ « د محاسبې مدیر »
۳- دلو ۱۳۵۲ - حوت۱۳۵۳ په فواید عامې وزارت رر په ایټالوي Sautiکمپنۍ کې چې د ایران سرحداودیشو ترمنځ یې داورګادي پټلۍ سروې کوله او دلارو ــ ډګرونو د لوی ریاست تر ادارې لاندې یې کار کاوه « د حسابي او اداري چارو امر »
۴- حمل ۱۳۵۴ - ثور ۱۳۵۷ په ایټالوي شخصي شرکت ( د کلیمډ شرکت) « دمحاسبې مدیر »
۵- ثور ۱۳۵۷ - قوس۱۳۵۷ په مالیې وزارت پورې اړوند د هوټلونو تصدۍ «لوی رئیس »
۶- جدي ۱۳۵۷ - حوت۱۳۵۹ په سوداګرۍ وزارت رر رر د کرهڼې صنایعو د پراختیا مرکز چې د جهاني بانک په پیسو او متخصصانو چلیده « د حسابي او اداري چارو امر »
۷- حمل ۱۳۶۰ - میزان۱۳۶۲ په سوداګرۍ وزارت رر رر د لاسي صنایعو د پراختیا اود صادراتو مرکز « رئیس »
۸-عقرب ۱۳۶۲ - قوس۱۳۶۸ په سوداګرۍ وزارت رر دافغان نیچي په نوم دافغانستان ــچاپان تجارتي شرکت « رئيس»
۹-جدي ۱۳۶۸ - حوت۱۳۶۸ په سوداګرۍ وزارت رر رر د کورنۍ سوداګرۍ « رئیس »
۱۰-حمل ۱۳۶۹ – جدي ۱۳۷۱ په سوداګرۍ وزارت رر رر د اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو د نندارتون «رئیس »
ښاغلي حمیدي د تجارتي چارو د پرمختیا او پراختیا لپاره هندوستان ، پاکستان، روسیې، اذربایجان، منګولیا، بلغاریا، چکوسلواکیه، هنګري، انګلیستان، فرانسې، ختیځ او لویدیځ المان او اووه ځلې جاپان ته رسمي سفرونه کړي دي .
خولکه څنګه چې وایې : «ځواني د زده کړو موسم دی . منځنی عمر د وړ اند، هوښیارۍ او پوخ والي دوران دی . له دواړوتېروموسمونو څخه د تجربو لاس ته راوړل د ژوند دریم پړاو دی . خو وړ اند ، هوښیاري او تجربې تر زده کړې اړینې او ارزښتناکې دي . همدا رنګه د حمیدي صاحب بل تلپاتې اړخ هم دده ادبي هلې ځلې دي ؛ لکه چې له دندو او زده کړو یې ښکاري که څه هم ده ادبیات نه دي لوستي خوتر کومه چې ښکاره ده نوموړي له څلویښتمو کلونو راهیسې د هیواد په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپلې لیکنې خپرې کړي دي ؛ دده ځینې سیاسي لیکنې د ډډوال، ښکارندوی او کلیوال په مستعارونومونوهم خپرې شوي دي او کله کله یې یو نیم شعرهم لیکلی او خپور شوی دی خوحمیدي صاحب د پښتو ادبي نثر په وده او بډایۍ کې ډیره ستره او ارزښتناکه برخه تر سره کړې ده چې تر اوسه یې پنځلس غوره اثار ( د سړي لار، ژوبڼ، د ټوکو خورجین، وری څنګه لېوه شو؟، بختوره پېشو، دوه مخي کسان، ژورې خبرې، د بریالیتوب لار، د زړې ادې کیسې، د کاڼي زړونه، د ملانصرالدین کچکول، چلباز، بدمرغه ټاپو، د بري راز . څو سیاسي خبرې او د افغانستان ودانول) چاپ او خپاره شوي دي خو نوموړی لا تر اوسه هم ځان لیکوال او شاعر نه بولي وایې چې :« زه یوازې په لیکوالو او شاعرانو پسې اوږي ټولوم . »
نوموړي د خپلو لیکنو او ژباړو« دخوږه یاد» په هکله وایې چې : « د جورج اروېل نامتو نړیوال اثر (Animal Farm) مې چې په کمونیسټی دیکتاتوري پورې یې ملنډې وهلي دي او د دوی ټګۍ ، برګۍ یې ډیرې ښې راسپړلي او په ګوته کړي دي او کټ مټ هماغسې وشول چې جورج اروېل یې په ١٩٤٥زېږديزکال کې وړاند وینه کړي وه ؛ پر افغانستان باندې د شوروي یرغل پر مهال د «ژوبڼ » په نوم و ژباړه او د ۱۳۶۷ په پسرلي کې مې په خپل ځانګړي لګښت چاپ او خپور کړ چې نه یوازې یې د هیواد پالوفرهنګیانو او لوستونکو له خوا داسې تود هرکل وشو چې مایې فکر هم نه و کړی بلکې د هغه مهال د لیکوالو اتحادې رئیس وتلی او نامتو لیکوال رهنورد زریاب او همدا رنګه د پېژندل شوي نامتو شاعر واصف باختري په مشرۍ یوه ډله فرهنګیان زما کور ته د مبارکۍ او شاباسي لپاره راغلل چې د دوی دغه هڅونه مې تر اوسه هم « د خوږه یاد» په توګه د زړه په تل کې ځای لري . »
د ارواښاد حميدي چاپ شوي اثار :
١ _ د سړي لار ١٣٥٧
٢_ ژوبڼ ١٣٦٨
٣_ د ټوکو خورجين ١٣٧٠
٤_ وری څنګه لېوه شو؟ ١٣٧٤
٥ _ بختوره پېشو ١٣٧٤
٦_ دوه مخي کسان ١٣٧٥
٧ _ ژورې خبرې ١٣٧٥
٨_ د برياليتوب لار . ١٣٧٨
٩ _ د زړې ادې کيسې ١٣٨٠
١٠_ دکاڼو زړونه ١٣٨٠
١١ _ د ملانصرالدين کچکول ١٣٨١
١٢ _ چلباز ١٣٨٢
١٣ _ بدمرغه ټاپو ١٣٨٢
١٤_ د بري راز ١٣٨٣
١٥ _ څو سياسي خبري او د افغانستان رغونه ( دغه کتاب دچاپ پر لاره دی )
يادښت :
ښاغلي حميدي لمړی خپل پنځلسم کتاب د( څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ) په نوم يادکړی و ،دا کتاب په بېنوا ويبپاڼه کښي چي ٤٦ سرليکونه لري ٤٦ پرله پسې ورځي د بېنوا ويبپاڼي له لاري خپور شو،کله چي ارواښاد حميدي په بېنوا ويبپاڼه کښي تر خپرېدلو وروسته د کتاب دچاپ پرېکړه وکړه دتيلفون له لاري يې راته وويل چي دکتاب د ليکوال ښاغلي کريم ميثاق سره يې تر مشورې وروسته کتاب ته د ( څو سياسي خبري او د افغانستان رغونه ) نوم غوره کړ .
ښاغلي حميدي د خپل وياړمن ژوند د پای د شېبو څخه پنځه ورځي مخکي يو فکس رالېږلی و چي بايد زنګ ورته ووهم ، خو کشکي دومره په بخت تکړه وای چي د ارواښاد سره مي يو ځل بيا خواله شوي وای !
دا چي خدای بخښلي حميدي به څه ويل غوښتل ، هغه يې له ځانه سره يوړل ، او زه به يې دا خاطره تر ډېره هېره نه کړای شم !
ښاغلی حميدي ( دوشنبه د ١٣٨٤ لمريزکال دغويي دمياشتي پر ١٢مه نېټۀ ) د زړه د ناروغۍ له کبله د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي آ ايم سي روغتون ( A.M.C. Amsterdam ) ته لاړ، سې شنبه يې د زړه لومړی او دوهم جراحي عمليات وشو ، او د همدې اوونۍ په وروستۍ ورځ نن ١٦ - غويي - ١٣٨٤ د جمعې دمبارکي ورځي سهار اووه بجې يې د ٦٤ کالو په عمر نور له دې نړۍ د تل له پاره سترګي پټي کړې ! ( روح دې ښاد وي )
",ارواښاد ميرزاعلم حميدي
3063,,"
د خدای بخښلي ميرزاعلم حميدي دجنازې مراسم يکشنبې د ٢٠٠٥ کال د می د مياشتي پر اتمه نېټه د ماسپښين د يوې بجې څخه تر دوو بجو پوري د هالنډ داتريخت په ښار کي ترسره کيږي .
په دې مراسمو کي به د خدای بخښلي حميدي وروڼه : حاجي علي مرخان ، حاجي ميردالي خان زامن : درمل حميدي ، شېرشا حميدي او پاڅون حميدي برسېره دارواښاد د کورنۍ غړي او دوستان ، په هالنډ کي مېشت افغان ليکوال فرهنګيان ، او فرهنګپال ، دجرمني ، بلجيم او يو شمېر نورو اروپايي هيوادونو څخه د افغاني ټولنو استازي ګډون وکړي .
ښاغلي پاڅون حميدي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د ارواښاد حميدي جنازه به راروانه چارشنبې د می دمياشتي پر ١١مه نېټۀ د جرمني دفرانکفورټ له هوايي ډګر څخه کابل ته ولېږدل شي چي د پنجشنبې سهار ( ٨٤ لمريز کال د غويي ٢٢مه ) د می دمياشتي پر ١٢مه به کابل ته ورسيږي .
ښاغلي پاڅون حميدي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي دوی به د ارواښادجنازه کابل ته د رسېدلو سره سمه د خوست ولايت پر لور ولېږدوي، چيري چي به راروانه جمعې ورځ د غويي دمياشتي ٢٣مه داسمعيل خېلو - ډډوالو په سيمه کي د جنازې د وروستيو مراسمو وروسته په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپال شي .
په هالنډ کي دجنازې مراسم :
د ارواښاد حميدي دجنازې مراسموکي دګډون کوونکو څخه هيله کيږي چي دراتګ پروخت له لاندنيو مالومات کار واخلي :
پته :
Wezerdreef 11 _ 3562 BC UTRECHT
نېټۀ اووخت : ( يکشبنه ( ٨ می ٢٠٠٥) ، د ماسپښين له يوې بجې څخه تر دوو بجو پوري - 13:00 _ 14:00 )
د مالوماتو له پاره :
په دغه ټيلفون شمېرو زنګ ووهئ :
0031630907958
0031617308384
لاندنۍ نقشه به ستاسو سره د لاري په پيدا کولو کي مرسته وکړي
Wezerdreef 11 _ 3562 BC UTRECHT ",د ارواښاد حميدي جنازه
3064,,"
١٣٨٤ د غويي ١٧مه
د كابل د عيدګاه جامع جومات مخې ته له غازي لوبغالي (سټوډيوم) سره څېرمه د لوى احمدشاه بابا عكس، نن شپه د ځينو ناپېژندويو كسانو له خوا څيرې كړل شوى دى.
احمدشاه بابا چې د افغان ملت ملي مشر او يوه ستره ملي څېره ده، د افغانانو په زړونو كې د يوه ملي شخصيت په توګه ځانګړى ځاى لري، خو نه ده څرګنده چې له دې كار څخه د ورانكارو موخه څه وه؟
پر دې خبرې د اطلاعاتو او كلتور وزارت څه غبرګون نه دى څرګند كړى، خو زيات خلك يې په غوسه كړي دي. ځينو كسانو خو د افغانستان په فرهنګي چارو كې د ولسمشر ځانګړي وزير زلمي هېوادمل سره هم اړيكي نيولي، خو نوموړي چې له دې واورېدل، څرګنده نه ده چې څه اقدام به كوي.
",د يوه ملي مشر انځور ولې څيرې كړل شو؟
3065,,"
١٣٨٤ - غويی - ١٧ ( کټوازی-سيول کوريا)
په سهيلي کوريا کي دافغانستان سفارت خبرتيا
دګرانو وطنوالو څخه غوښتنه
ګرانو لوستونکو دجنوبي کوريا سره دافغانستان ديپلوماتيک اړيکي دزيږديز کال ١٣٨٣ لمريز کال کي جوړ شوي،اواوس زمونږ او ستاسو په ګډ کور درې رنګه ملی بيرغ رپيږي . لکه څرنګه چه پخوا دافغانستان نمايندګي په دې هيواد کی نه وه نو په دې اساس ددې هيواد وګړو دافغانستان دلرغوني تاريخ او کلتور په هکله ډيرکم معلومات لري . ددې هيواد نړيوال کلتوری مرکزاو يو شمېر نورو لويو پوهنتونو دافغانستان له سفارت څخه غوښتنه کړې چه دافغانستان دتاريخ کلتور،ژبو،،ادب اودنورو ګتورو معلوماتو په ورکړه کښي ورسره کمک ووکړي ترڅو دافغانستان دا وياړلی زوړ تاريخ او کلتور ددې هيواد وګري ووپيژني. دهغو ټولو په وطن مينو بااحساسه وروڼو چه په بهرنيو هيوادونو کي ميشت دي دزړه له تله هيله کیږي چي که په دې اړوند په انګليسي ژبه کتابونه ،یا نور داسي معلومات لري له مونږ سره يې شريک کړي،زه هيله لرم چي ستاسي ملي احساس به زمونږ او ستاسي دخپل کلتور په پيژندګلوۍ کي لويه ونډه اداکړي . دسرلوړي،یو موټي ،هوسا ،او لوی افغانستان په هيله .
پتي دادي :
Afghanistan Embassy 27-2, Hannam-Dong
Yongsan-Gu,Seoul 140-210 Republic Korea
katawazai2002@yahoo.com
",د وطنوالو څخه غوښتنه
3066,,"
١٣٨٥کال د غويي ١٧مه
کابل: د کابل په زړه کې د يوې سختي چاودني په ترڅ کې لږ تر لږه درى کسان نن مازيګر ناوخته ووژل سول او څو نور ټپيان دي. مالومه نه ده چې د نوي ښار پارک ته مخامخ په انټرنټخوني کې چاودنه ځانمرګي وه او که کوم چا په لاسي بم بريد ترسره کړ. ويل کېږي چې د چاودني په مهال درى بهرنيان هم په انټرنټخونه کې ناست وو. د مړو سوو کسانو پېژندنه تر اوسه نه دي سوي او د پېـښي سيمي اوس د پوليسو لخوا ساتل کېږي چې څوک ورته نه پرېږدي. داسي ويل کيږي چې يوه کس چې پر منځ کې دوه ځايه سوى کيداى سي ځانمرګى بريد ترسره کړى وي خو د پېښي په ځاى کې نور شاهدان بيا د لاسي بم د بريد خبر ورکوي. ټپيان د پېښي ځاى ته نږدې د کابل بيړني روغتون ته لېږدول سوي. ",په کابل کې په شکمن ځانمرګي بريد کې درى تنه ووژل سول
3067,,"
",
3068,حقمل,"
په لسګونه تنه وسله واله عراقي ښورښيانو بغداد ته څېرمه د ابو غريب پر نامي زندان باندي يرغل کړی دی.
دامريکا پوځ ددې خبر په تاييد اعلان وکړ چې امريکايې سر تېرو وښورښيانو ته ځواب ويلي او اوس يې په دې زندان کې نظم ساتلی دی.
ويل کېږي چې د ابو غريب د زندان په دې يرغل کې د څلوېښتو نه تر شپېتوتنو ښورښيانو برخه اخيستې وه . يوه مسئول چارواکي دا هم ويلي دي چې دا يوه ډېره لويه او سازمان سوی بريد وو.
ځيني رپوټو نه وايې چې په دې بريد کې٤٤ امريکايې سرتيري او١٢ تنه بنديان ټپيان سويدي.
دا حمله په داسي وخت کې تر سره سوه چې هم عراقي چارواکو او هم امريکايې لوړ کچو به ويل چې د جنوری مياشتي د ټولټاکنو نه را وروسته په دې هېواد کې د زور زياتی لمن را ټوله سوېده.
اوس اوس دابو غريب په زندان کې څه ناڅه ٣٠٠٠ بنديان شته او پر سږ کال دامريکايانو د ناسم او رسوا سلوک په وجه ددې بندې خاني ناوړه خبرونه او رسوايې ان د ټولې نړۍ د خبرنو په سر خط کې ځاي نيولی وو.
",دابوغريب په زندان کې وسله واله نښته
3069,,"
",
3070,,"
١٥ د وری ١٣٨٤
افغانستان د ١٣٨٤ کال لپاره پرمختيايې بودجه اعلان کړي ده.
دغه بودجه چې څه د پاسه څلور ملياردو ډالرو ته رسيږي، درېمه برخه به يې د امنيت په چارو لږول کيږي.
د بودجې يوه لويه برخه د افغانستان بيا رغونې او پرمختياته بېله شوي ده خو د ماليې وزير ويلي چې حکومت به د هغو پرمختيايې پروژو اختيار ونلري چې امريکا او اروپايې ټولنه ورته پېسي ورکوي. ",افغانستان د ١٣٨٤ کال بودجه اعلان کړه
3071,سپېڅلی,"
١٦ دوری ١٣٨٤
دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص
د سينسيناتي دپوهنتون څېړونکې په دې نيژدې وختوکې داسي يو ډول پروتيين موندلي دي چې د پښتورګو د ناروغيو په اړه تشخيص کوي . د سينسيناتي د ماشومانو دشفاخانې د طبي مرکز څېړندويان په دې هکله وايې چې دغه پروتيين چې NGAL نوميږي د پښتورګو د ناروغۍ په هکله ډېر روښانه او منلی تشخيص را وړاندي کوي. د medlineplus انترنيتي رسنی په حواله ددې پروتيين نه په استفادې سره کېداي سي چې د څو ساعتو په اوږدو کې د پښتورګي تکليف تشخيص او په تداوی يې ﻻس پوري سي. دا په داسي حال کې تر سره کيږي چې د نني آزمايښتو دپاره لږ تر لږه د يوې نه تر درو ورځو پوري وخت په کار دی . په داسي يو بېړني تشخيص سره اوس کېداي سي چې په ډېره چټکتيا اوپه ډېر لږ مصرف او د بري په ډېر لوړ اطمينان سره څوک په دې و توانيږي چې د پښتورګو د ناروغۍ علاج وکړي . اوس د هغو ناروغانو دجملې نه چې بستري کېږي په سلو کې پنځه او د هغو نورو بيا په سلو کې د دېرشو نه تر پنځوسو پوري چې دپښتورګو د ناروغۍ له کبله تر ځانګړي مراقبت لاندي بستري کېږي د تشخيص د ځنډ او نورو دليلونو له امله خپل ژوند د ﻻسه ورکوي ددې مطالعې پايلې د "" LANCET "" د خپروني په وروستی ګڼه کې چاپ سوي دي ",دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص
3072,,"
١٦ د وري ١٣٨٤
د کندهار د ديني عالمانو يوه ډله چې د زابل، ارزګان او هلمند ديني عالمان هم په کې دي، هرات ته تللې ده، څو د هغه ولايت ديني عالمان له ځان سره ملګري کړي.
دوي د هرات په عالمانو ږغ کړي چې په هيواد کې د ملي وحدت له چاري سره ملګري شي.
دې عالمانو ويلي دي چې نور بايد ديني عالمان لاس تر زنې کښېنه ني ، د ديني عولومو تر څنګ د عصري عولومو زدکړي ته ملا وتړي، د کمپيوټر او انټرنټ زده کړې وکړي او ددې لارې د دين اود هيواد په پرمختګ کې برخه واخلي. ",افغان ديني عالمان د کمپيو ټر او انټرنيټ زدکړې اړينې بولي
3073,,"
١٦ د وری ١٣٨٤
د کونړ ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ټليفوني اسانتياو د نشتوالي څخه سر ټکوي.
دوي واي چې په ولايت کې نه ډېجيټل او نه هم د ګرځنده ټليفونونو شبکې شته او دوي مجبوره دي چې د ټليفون لپاره جلال اباد ته ولاړ شي.
دوي د افغانستان د مرکز ي دولت او د هغو ټليفوني کمپنيو څخه چې د هيواد په نورو ولايتونو کې يې خلکو ته ټليفوني اسانتياوې برابري کړي دي ، غواړي چې په کونړ کې هم د ډېجيټل او ګرځنده ټليفونونو دستګاه وي جوړي کړي تر څو د دوي ستونزي حل شي. ",د کونړولايت خلک ټليفوني اسانتياوې غواړي
3074,نظيفه غزل,"
Exclusive Benawa.com
د ۱۳۸۴ لمريز كال لپاره عادي بودجه، د ۱۳۸۳ لمريز كال د كب د مياشتې پر ۲۵ مه نېټه د كابينې په غونډه كې د ماليې د وزير له خوا وړاندې شوه، چې تر بحث وروسته تاييد شوه.
د ۱۳۸۴ ل كال عادي بودجه چې د كليدي فكټورونو پر رښتينو ارزونو ولاړه ده او ۳۲،۸۸۳ مليارده افغانۍ (دوه دېرش مليارده اته سوه دري دېرش مليونه افغانۍ) چې د ۶۷۸ مليونه ډالرو انډول كېږي، اټكل شوې ده.
د ۱۳۸۴ل كال لپاره د موجوده مالي سرچينو مجموع ۳۲،۸۸۳ مليارده افغانۍ (۶۷۸ مليونه ډالره) كېږي، چې له كورنيو عوايدو څخه ۱۶،۱۵ ملياده افغانۍ چې د ۳۳۳ مليونه ډالرو معادل كېږي، دغه راز ۱۳،۵۸ ملياره افغانۍ چې د ۲۸۰ مليونه ډالرو معادل دي د افغانستان د بيارغونې له امانت صندوق څخه او ۳،۱۵ مليارده افغانۍ چې د ۶۵ مليونه ډالرو معادل كېږي د قانون او نظم له امانت صندوق څخه به لاسته راځي.
كورني عوايد به د عادي بودجې د نيمايي اړتيا لپاره كفايت كوي. په ۱۳۸۴ل كال كې رښتينې وده په سلو كې ۱۰،۱ اټكل شوې ده. دغه راز په كال كې پولي تورم ۱۰% اټكل شوى، چې د امريكايي ډالرو په وړاندې د افغانۍ د تبادلې بيه ۴۸،۵ افغانۍ منل شوې ده.
د وزارتونو او موسسو لپاره عادي مصرفي بودجه ۲۸۶۴۸،۵ مليونه افغانۍ، ملي شورا ته ۲۴۵ مليونه افغانۍ، د اداري اصلاحاتو پروګرام ته ۸۰۰ مليونه افغانۍ، د نړيوال غړيتوب وركړې ته ۱۵۰ مليونه افغانۍ، د پورونو ربحې ته ۴۰۴ مليونه افغانۍ، د ملكي او پوځي متقاعدينو حقوقو ته ۷۲۴ مليونه افغانۍ، دغه راز شهدا او معلولينو ته۷۳۵ مليونه افغانۍ اټكل شوې دي.
د ۱۳۸۴ل كال په بودجه كې، د پوهنې په برخه كې ۵،۷ مليارده افغانۍ، چې د ټولو پروګرامونو ۱۹% كېږي، تخصيص شوې دي. د مالي سرچينو اوسنى تخصيص د دې سكټور د بنسټيزو ستونزو د حل لپاره په پام كې نيول شوى دى، په پام كې ده چې ۱۱۰۰۰ نوي ښوونكي استخدام شي.
",د ۱۳۸۴ ل كال عادي بودجه
3075,نظيفه غزل,"
Exclusive Benawa.com
د ۱۳۸۴ل كال پراختيايي بودجه د وري د ۱۳ مې نېټې په يوه يوه غونډه كې د افغانستان اسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا ته وړاندې او تر بحثونو وروسته تصويب شوه.
د ۱۳۸۴ل كال د بودجې ټول مصارف ۴۷۵۲،۵ مليون امريكايي ډالره اټكل شوي دي.
له دغو مصارفو څخه ۶۷۸ مليون امريكايي ډالره عادي بودجه ده، چې د ۱۳۸۳ل كال د كب پر ۲۵ مه نېټه تصويب شوه چې دا دى د ۱۳۸۴ل كال پراختيايي بودجه ۴۰۷۴،۵ مليون ډالره ده.
ټاكل شوې ده د پراختيايي بودجې د مصارفو له مجموع څخه ۹۳۶،۱ مليون ډالره د دولت له خوا (د ماليې وزارت د خزاينو رياست د له خوا د پيسو د وركړې له لارې) او ۳۱۳۸،۴ مليون ډالره بيا په مستقيم ډول د تمويلوونكو له خوا تطبيقووونكو موسسو ته وركړل شي.
ځينې مالي مرستندويان لكه نړيوال بانك، اسيايي پرمختيايي بانك، د امريكا متحد ايالتونه، ډنمارك او نيدرلېنډ هېوادونه به د خزاينو د رياست له خوا خپلې قرضې او بلاعوضه مرستې مشخصو پروژو ته ارائه كوي.
په پراختيايي بودجه كې پرمختيايي پروژې هم راځي، چې په نېغ ډول به د مرستندويو هېوادونو له خوا د نادولتي سرچينو له خوا تمويل او تطبيق شي. د دې ډول مرستو پيسې به د ماليې وزارت د خزاينو د رياست له خوا څخه نه اجرا كېږي.
بايد څرګنده شي چې د اوس مهال پراختيايي لګښتونه لنډمهالې بودجه ده، چې په نهايي بودجه كې به نوې مرستې هم راځي او د ۱۳۸۴ل كال د غبرګولي تر مياشتې پورې به تصويب او اعلان شي.
د ماليې وزير ښاغلي پوهاند ډاكټر انوارالحق احدي د هېواد د بودجې په باب وويل:
”د بودجې ترتيب او سپارل د وزارتونو لپاره د عامه پانګونې له پروګرامونو څخه دى. اړوند وزارتونو او د بودجې كمېټې د ۱۳۸۳ل كال د سلواغې په مياشت كې د بودجې په باب مجلسونه ونيول چې پر هر پروګرام يې خبرې وكړې. د ماليې وزارت په دوامداره توګه له نورو وزارتونو سره د پراختيايي بودجې د منلو په باب مشورې كړې دي.د پراختيايي پروګرامونو زياتې برخې به د سړكونو جوړول، مخابرات، هوايي چلن، اوبه لګول او نورې بنسټيزې پروژې وي، چې دغو بنسټيزو پروژو ته په ۱۳۸۳ل كال كې ۷۱۰ مليون ډالره ځانګړي شوي، چې دولت ټولنيزو لګښتونو ته هم يوه ښه بودجه په پام كې نيولې ده، په دې ترڅ كې يې د ملي تړون پروګرام، د كارموندنې بېړني پروګرام، روغتيا او د كاري وړتياوو ودې ته يې ۲۴۷ مليون ډالره بېل كړي چې په همدې برخه كې به يې لګوي“. ",د ۱۳۸۴ لمريز كال پراختيايي بودجه
3076,محمود نظري - لندن,"
محمود نظري - لندن
هــــــــــــــــــوا. . . . . . . . .
د (. پنجاه شد بسته کو!) ږغ سره د کانتينر ور له بهر نه وتړل سو.د دوبي د لمر سوځونکو وړانګو له کانتينر نه سور تنور جوړ کړی و له ديوالو نه يې لکه د سرې تبۍ بړاس پورته کيده، د هر چا ﻻس، پښه يا مخ به چې ترې وموښت د اه کريغه به يې له خولې ووته.هلته لکه قبر توره تياره وه، تکه توره شپه وه، څه نه ښکاريده، څنګ تر څنګ وﻻړو تخته سوو انسانانو يو بل نه لېده، هوا بنده وه ، هلته کومه کړکۍ، سوری او يا درز نه و، دا تنور وو چې انسانان په کي اچول سوي وه .
د کانتينر په اخير کي د تبۍ غوندي سره ديوال ته يوه ډډه لګولې وه په دوو ګوتو په داسي حال کي چې ځنګونونه يې پورته درولي او ﻻسونه يې پر راڅرخولي وه ناست او په دوو ګوتو يې تسبې اړولې او ورو ورو يې له ځانه سره څه وويل.
تودوخه، تياره او د هوا نستوالۍ او د ځای تنګوالۍ د پسو غوندي تخته سوو انسانانو نارې، غلبلې، شور، بکاو،چيغې ، فرياد ،اوف خدايه نارې ، زګيروی او کوکاري د کانتينر فضا ډکه کړې وه :
هوا! هوا! هوا !هوا!...
يوه په بوغارو بوغارو ويل: اه خدايه ستا په دې ارته نړۍ کي داسي انسانان هم سته چې هوا يې په بل نه ده پيرزو!
د يوه سپين ږيري زګيروی و په خوله کې يې ګوتي اچولي وې او نور يې له ځانه پوري واهله او نارې يې واهلې :
هوا! هــــــــــــــــــــــــــــــــوا! ...
خو په وﻻړي يې په سلګۍ سلګۍ سا ورکړه، اوپه يو بل وﻻړ ور ولويد،هغه ږغ کړه : وروره ځان ټينګ که خو د هغه بدن لکه لرګی وچ وو.
هغه سړي بيا نارې کړې :
دا خو مړ دی!
يوه وويل :وروره همداسي پورته يې تکيه کړه!
يوه بل په خواشينۍ ږغ کړل :
وړونو د کانتينر ديوالونه وډبوۍ!
هغه چې د کانتينر ديوالو ته نژدې وه د کانتينر په ډبولو يې پيل وکړچا په ﻻسو چا په پښو چا په خپلو چمپلانو او چه وټو چا په خپلو څنګلو د کانتينر ديوالونه ډبول، دې ډبولو ازانګې جوړې کړي وې
ډبه ډبه ... ډبه ډبه ... ډبه ډبه ...
خو بهر هغه چا نه اوريده لکه چې ټول کاڼه او ړانده سوي وه يا يې سر نه خلاصاوه يا له خدايه نه وېرېدل ...
نور په پښو ، ﻻسو او څنګلو کې توان نه وو پاته نو سرونه يې د وسپني ديوالو ته ونيول :
ډبه ډبه ... ډبه ډبه .... ډبه ډبه ...
د کانتينر ديوالونه په وينو ورنګېدل او لکه په تبۍ چې اوبه واچوې د وينود وچيدو بړاس ترې پورته سو .
خو دا چا نه اوريده لکه چې بهر د انسانانو په څيره کې ماشينان وﻻړ وه .
نور نو د نهيلۍ څپه خپره سوه خوږمن زړونه نور هم نا اومېده او خوابدي سوه د يوې شېبې لپاره چوپه چوپتيا سوه . د لسو_ دولسو تنو پښې سوستي او بې واکه سوې او پر نورو ورولوېدل هغو نورو دهوا د بچت په خاطر ځانونه پانسۍ کړي وو.
په سترګو ايله اوس دومره ښکاريده چې څوک مړه او څوک ژوندي دي خو هر ژوندي يو مړی په غېږ کي نيولی و او دواړو رډ رډ کتل، يوه نارې کړې :
شهيدان د کانتينر و اخير ته يو د بل په سر پرېباسۍ!
د مړو تيرول دا زګيروی او نارې نوري هم زياتي کړې همدا د بې وسو او بې کسو د نااوميدۍ زګيروی و.
هوا! هوا! هوا!....
يوه ناري کړه : وګورۍ وړونو په کوم سوري او درز پسي وګورئ!
يوه د اورلګيت د خاشی په اندازه يو سوری وموند او له خوشالۍ يې چيغې کړې دا دی يو سوری او هڅه يې کوله دا سوری غټ کړی او نوکان يې ورته ونيوله : ګريږه ګريږه ....
هر هغه څوک چې ځګندن ته نژدې و هغه به يې د خاشې سوری ته ورنژدې ګړ او هغه به چې خپله خوله د کانتينر ديوال ته ور وړه د شونډانو به يې جز سواو پوست به يې د کانتينر په سور ديوال وموښت .
يو ځوان چي خپله سينه يې په سوک ډبوله او سا يې په اوږو شړله، ايشيدلې تبه يې وه، ژبه يې له خولې راوتلې وه او په سا نيولې سا نيولې يې ويل :
هوا! هوا! اوبه !
يو هلک چې د پنځلس شپاړس کالو و خپل خامکي دسمال چې د خور د ﻻس نښه يې وه په خپلو خولو لونداوه اود هغه په شونډانو يې تېرا وه
دې ځوان دا هلک وپيژانده او ورته يې ورو وويل :
جانانه! او څو ځله يې سترګې ورپولې او زياته يې کړه :
دا زما مور ته ووايه! او په وړو وړو سلګيو يې په وﻻړی سا ورکړه .
د بهر نه بيا د مرميو ږغ پورته سو دلته بيا ډبول پيل سول :
ډبه ډبه... ډبه ډبه... ډبه ډبه...
يوه پر سوري سترګه برابره کړه، با ڼه يې پر ديوال وموښتل خو څه يې ونه ليدل .
يوه په خولې کې ګوتي اچولي وې او خپله خوله يې سره کشوله، سينه يې راپړسېدلې وه ژبه يې راوتلې او شونډان يې رپيدل خو له خولې نه يې څه نه وتل ټول بدن يې ريږديده پر جانان يې تکيه کړې وه جانان به خپل خامکي دسمال په خپلو خولو لوند کړ او د هغه په شونډو به يې ورتير کړ،نبض يې زيات په غورځېدو سو
هغه د جانان په وينو لړلی ﻻس ونيوی د هغه په سترګو کې اوښکې لغړيدې مازی يې د ومره وويل :
جانانه! دا زما.. زوی ...زوی ..نور يې ژبه ګنګوړه سوه .
د سترګو تور او سپين سره وﻻړل ﻻسونه او پښې يې سست سول اوولويد جانان هغه تکيه کړ. اوهغه يې ﻻس په ﻻس د کانتينر اخير ته تېر کړ. يو بل بيا ﻻسونه لپه نيولي او سا يې ورکړې وه او همداسي شخ ( وچ ) پاته و
شپږ اووه چې سرونه يې له وسپني له ديواله سره جنګولي وه يو په بل پسي سا ورکړه .
جانان په خپلو خولولوند دستمال د يوه يوه په خوله او شونډانو موښه، د اخير نه د دعا ږغ ودريد ، د هوا هوا نارې وار په وار کمېدې
يو يو ﻻ اوس هم سوري ته ورنژدې کېده خو سوری هم هوا ورته نه پريښودله
د جانان و سترګو ته يې خور ودريده هغې ورته ويل: زما د ﻻس نښه ورکه نه کړې...
. د جانان بدن هم سست سو خور يې ورته کږې وږې ليکي سوې او دا ليکي يې سترګو ته دوري هوري کېدې، اوږې يې درنې وې خپل خامکي دسمال يې په ﻻس کي ټينګ کړ
نوره چوپه چوپتيا خپره سوه .
کله چي د کانتينر ور پرانستل سو د هغه مړي لکه د نورو کانتينرونوغوندي يوې کندي ته وغورځول سول . د جانان ﻻسونه وښوريدل او چيغې يې کړې خو بيا هم چا نه اوريدل، خلکو ورته کتل او ورباندی يې خندل او بيلدوزر خاوری ورباندي تويولې. جانان ايله په وينو او خولو لړلی خامکی دستمال له خاورونه را بهر کړ او هغه يې د دی ټولو شهيدانو جنډه وګرځوله .
جنډه په رپيدو سوه تر اوسه دسهار نرۍ وږمې د دې کوچنۍ جنډې د رپيدو د ږغ موجونه تر ليروليروسيمو ، د خلکو تر غوږو رسوي . ",هوا، هوا ، اوبه
3077,محمود نظري - لندن,"

3078,,"
",
3079,سپېڅلي,"
١٧ دوری ١٣٨٤
طبي څېړونکو داسي ګولۍ يا ټابليټ جوړکړی دي چې کولاي سي دانسان عمر تر دېرشو کالو پوري زيات کړي.د آنانوا د اينترنتي رسنی په حواله د آبردين پوهنتون پروفيسر جان اسپيكمن ددې څېړني په اړه چې څرنګه کېداي سي دبدن د سون او جوړښت جريان ته بدلون ور کې يوه د ۴۵۰ زرو ډالرو جايزه يې تر ﻻسه کړېده .پروفيسراسپيكمن او همکارانو يې داخبره موندلې ده چې په هغو موږکانو کې چې په بدن کې يې د سون او جوړښت اندازه لوړه وي نو تر نورو ډېر عمر کوي .دتيروكسين زياته اندازه هورمونونه چې په حلق کې جوړېږي ددې جريانه سره مرسته کوي . همدا رنګه دغه جريان د لږ خپلواکه راديکالونو پر جوړښت باندي تمامېږي کوم چې کولاې سي د بدن و بافتو ته ضرر ورسوي.پروفسور اسپيكمن زياته کړېده چې ددې درمل انساني آزمايښتونه به تر لسو راتلونکې کلونو پوري به پيل سي ",دعمر د ډېريدو ټابليټ
3080,سپېڅلی,"
١٧د وری ١٣٨٤
امريکا زلمی خليل زاد په عراق کې دخپل نوي سفير په توګه معرفي کړی دی.
ښاغلي خليل زاد د شپاړسو مياشتو راهيسي په افغانستان کې د امريکا نمايند ګي کوله.
په دې نوي دنده کې دهغه ټاکنه چې بايد د امريکا د سنا لخوا تائيد سي دامريکا د بهرنيو چارو وزيري کانډوليزه رايس اعلان کړی دی.
اغلي رايس وويل "" خوشاله يم چې د جمهور رئيس نيت، په عراق کې زموږ د نوي سفير په توګه د ښاغلي خليل زادټاکنه اعلاموم.""
په عراق کې د امريکا پخوانی سفيرجان نگروپونته د امريکادملي امنيت د اطلاعاتو د رئيس په توګه ټاکل سوی دی.
ښاغلي خليل زاد٥٤ کلن دامريکا تبعه دی چې په افغانستان کې زېږېدلی دی . هغه په کال٢٠٠٠ کې د طالبانو د را پرځېدو وروسته د امريکا د خاص استازي په توګه يې په افغانستان کې دنده تر سره کوله .
",زلمی خليل زاد په عراق کې د امريکا نوی سفير وټاکل سو
3081,,"
١٨ورى، ١٣٨٤
کابل: په غزني کې د چارشنبې د ورځي د يوې چورلکي د رالويدو په پيښه کې د مړوکسانو شمېر ١٦ تاييد سوى چې ټول يې امريکايان دي. امريکايۍ چورلکه دغزني ښار ته نږدې نسکوره سوه. د پيښـي له ځايه عيني شاهدان وايې چې چورلکه دماسپين په دوه بجې د ښار ختيځ ته د ده خداىداد په کلې کې راپرېوته. په وژل سوو کسانو کې نه تنه پوځي سرتيري او نور پاتي قرارديان وو. په کابل کې امريکايې چارواکو د مړو سوو کسانو د نومونو له ښودلو څخه ډډه کړې خو د ټولي سورلۍ د مړيني خبر يې تاييد کړى دى. يوې امريکايې وياندي وويل دوو چينوک ډوله چورلکو په سيمه کې ځانګړې پوځي عمليات ترسره کول چې يوه يې بګرام ته په لاره په غزني کي د ناسمي هوا لامله راپرېوته. په افغانستان کې همدا اوس د امريکا ترمشرۍ لاندي١٨٠٠٠سرتيري د طالبانو او القاعده جنګياليو د پلټنې په عملياتو بوخت دي.
د پيښي لاملونه تر اوسه په باوري ډول ډاګيز نه دي. په تېرکې طالبانو دداسي پيښو پړه په غاړه اخيسته. خو د دې پيښي پړه تر اوسه چا نه ده منلي. که څه هم دولتي او امريکايي چارواکي هڅه کوي د داسي پيښو لامل طبيعي وښيې خو ځينې کتونکي دې ته د شک په سترګه ګوري چې ګواکي کوم امنيتي يا د ورانکارۍ هڅه دي تر شا نه وي.
په تېر ژمې کې امنيتي وضعه په غزني کې ارامه وه خو د پسرلي په راتګ سره طالب جنګياليو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې، په تيره بيا د هيواد په سهيل او ختيځ کې، سر را ښکاره کړى او هره ورځ د خونړيو پيښو خبر ورکول کيږي.
",په غزني کې د چورلکي درالوېدو لامله ١٦ امريکايان ووژل سول
3082,,"
په کندهار کې د آيينې مرکز
مطبوعاتي خبرتياداستاد محمد صديق پسرلي په وياړ سيمينار كندهار، د وري ۲۷مهد استاد محمد آصف صميم په وياړ سيمينار كندهار، د وري ۲٨مه",د آيينې مرکزخبرتيا
3083,,"
",
3084,اميرمحمد ليکوال - کلا سيف الله,"
افغان ماشوم
دا ستا ماشوم نازک نازک لاسونه
د سوخېدلو سوځېدلو نه ؤؤ.
دا ستا روښانه او معصومه تندای
د ښکلېدو ؤؤ ماتېدلو نه ؤؤ.
ستا په نازکه او ماشومه سینه
کي نن حالاتو پرهرونه جوړ کړل
ستا مشرانو ستا نزدې خپلوانو
تا ته بلا غوندي مخونه جوړ کړل
تا کله مينه هم ليدلې نه ده
ستا په زړګي کي نفرتونه اوسي
تا د ادې غېږه ليدلې نه ده
ستا په زړګي کي ارمانونه اوسي
تا د بابا خواږه خواږه ګايونه
په خپل ژوندون کي اورېدلي نه دي
تاته په مينه او د زړه له کومي
هيچا په ورين تندي خندلي نه دي
ستا د روزني ستا د زده کړي وخت و
دوی به په لاس کي بل اورونه درکړل
چی ستادژونددلیک اولوست ورځي وې
دوی به بمونه ټوپکونه درکړل
چي تا به درس د اِنسانیت زده کاؤه
دوئ به وويل چي انسان داسی وژنه
چی تا به مینه او خپلوي غوښتله
دوی به وويل چي خپلوان داسی وژنه
چی ستا د لوبو د کولو وخت و
دوی به مورچل دوی به سنګر ته بوتلې
چي ستا د ټال د ځنګېدلو وخت و
دوئ به د جنګ و جوړ محشر ته بوتلې
تا هم په دې کوچنی کوچنی لاسونو
بې ګنا څومره انسانان وویشتل
په څومره کرکه دي کتل ورته ډېر
د بل په خوله دي خپل خپلوان وويشتل
لا دي د خپلو ارمانونو قاتل
تر اوسه پوري پېژندلئ نه دئ
دا ستا رقیب ستا لباسي ملګرئ
تا په خپل تول کي تولَولئ نه دئ
لا دي تر اوسه د وويشتلو جذبه
په زړه کي اوس هم سړه شوې نه ده
لا دي په زړه کي د نفرت نخښي دي
په مرګ دي تنده ماته شوې نه ده
نن دي پښې ماتي دي لاسونه مات دي
په شل وجود خو جنګېدلای نشې
د بې وسۍ غشي دي زړه کي ښخ دي
په هیڅ هنر ئې رايستلای نشې
ګرانه! په دې جنګونو څه جوړه شوه؟؟
بې ګناه هسي ډېر سرونه لاړل
ډېری ښايستې ځوانۍ شوې توري خاوري
په کي مضبوط مضبوط لاسونه لاړل
راځئ چي هغه اغیار وپېژنو
چي ماتول غواړي زموږ د لاسو
راځئ چي هغه مړوندونه مات کړو
چي ورانول غواړي زموږ کورونه
",افغان ماشوم
3085,مولوي عبدالحق منصور,"
دلوی اوبخښونكي څښتن په سپيڅلي نامه",نبوي سيرت ( يوه يادونه )
3086,سپېڅلی,"
١٨ دوری ١٣٨٤ ",د مَفصلو يا بندو د پړسوب و علاج ته اُمېدونه
3087,پوهنوال ډاکټر عبدالخالق رشيد,"
پوهنوال ډاکټرعبدالخالق رشيد - کاناډا
١٨- وری - ١٣٨٤ لمريز
( دافغانستان ددولت ددغه اقدام قدردانى اودغزنيوالو يو وړانديز)
غزنى دافغانستان هغه تاريخى ښاردى چې ددغه هيواد په فرهنګي اوسياسي شته والي كې په هراړخيزه توګه دپاملرنې اويادونې ځاى اوونډه لري ، ښايې ډيرخلك اوډيركسان له دې ناخبره وي چې دغه اوسنى خړ پړ غزنى يووخت دآسيايې ښارونو ناوې بلل كيده اوله دغه ښاره دپوهې ، فرهنګ اوافغانيت برم اوشوكت دهند ترسمندره ،هغه خوا ترعربې نړۍ پورې رسيدلې اوغزيدلى و ، همداده چې غزنى دتاريخ اوفرهنګ په زرينوكرښوكې يوازې ديوه ولايت نوم نه دى بلكه دانوم له يوه داسې تلپاتې تمدن سره تړاو لري چې خپل ځان دبشريت له معنوي تاريخ سره دزرګونوكلونوپه اوږدو كې په خپله ځلا اوښكلاسره غزوي ، داسې چې په هراړخيزه توګه ديوه عالي اواسلامي رنسانس نښې اوارزښتونه له ځان سره له نسلونو ترنسلونوپورې غزوي .
دغزني تاريخ خورا لرغونى دى ، په لرغونوهندى ژبوكې ددغې سيمې نوم اويادونه په خورا پرتم اووياړ سره شوې ده ، په بودايې دوره كې هم غزنى له هغو بودايې مركزنو څخه و چې كابورا ، اراكوزيا ، باميكا اوبليكا اوګندارا يې سره تړل اوپه دغه ترڅ كې يې خپل تاريخى ، فرهنګې اومذهبې اهيميت درلود، ددغه ښار په شمال كې د اوسني جغتو سيمه پرته ده چې هلته كښل شوي ډبرليكونه په خپله تراوسه پورې دآسيا په تاريخ په تيره په بودايې دوره كې ديوې روښانه فرهنګې لړۍ نښې نښانې له ځانه سره لري . ديوه څرګند حقيقت په توګه دابايد ومنو چې دغزنې تمدن اودغزني ښار زموږ د اندو ژوند اوفرهنګى هويت څرګندوى ښاراوپرتم دى ، غزنوې امپراطوري چې په اسياكې ديوې تاريخى دورې په توګه راوپړكيده ، دهغې پيل له يوه تلپاتې اودرانه نامه يمين الدوله ( سلطان محمود) غزنوي سره تړلىدى،له هغه نوميالې سره چې نوم يې كله هم په آسيايې تاريخ كې د هيرولو وړنه دى ، داسمه ده چې دده په باب به دهرچا قضاوتونه بيل وي ، خوموږ په دې وياړو چې داسې يو نوميالې واكمن چې نوم يې زموږ دتاريخ په يوه ټاكلي تاريخې پړاوكې په هراړخيزه توګه دهيريدو وړ نه دى له غزنې او زابلستانه راپورته شو، دغه امپراطور و چې ديوه افغان واكمن په توګه يې هم پرايران اوتوران اوهم په هندوستان باندې داسې واكمنې وكړه چې زركاله وروسته هم دده اغيز اودده هراړخيزې كارنامې ددغو هيوادو له تاريخونوڅخه په يوه خواپاتې نه شوې ، پرهندوستان باندې ورغى ،هغه هيواد يې ونيو اوترهغه هيواده يې خپل فرهنګ اوخپل ارادت په ميړانې سره ورساوه، همدغه ټكى دى چې ددغه لوى واكمن نوم له موږ پرته په يوشميرنورو خلكو باندې ښه نه لګيږي همداده چې دآسيا ددغه نوميالي واكمن شخصيت ته چې څومره كيداى شې زيان رسوي ، په داسې حال كې چې دا دمحمود په باب دهغوى خپل انفرادي قضاوتونه دي ،اودهغه دغه شان كره كتونكي اوس هم زموږ دهيواد په شاوخواكې لږ نه دي ، محمود اودهغه اولاده له غزنى ترلاهوره واكمن وو، دوى ديوه پراخ اولوى افغانستان پولى زموږ له پاره زركاله پخوا په نښه كړې اودايې په ډاګه كړه چې دهغه مهال افغانستان له كومه تركومه په څه شان فرهنګې اوسياسي شته والي سره خورشوى و. اودشته والي پوله يې چيرې اوتركومه ځايه پورې خوره وه ، موږ دانه غواړو چې ګواکي موږ به هم دومره ننګيالي شوچې دهغوپه پلو ګامونه پورته كړو خودايوه خبره ده چې كه څوك خوښيږي اوكه خپه كيږي محمود و، اودهغه زمانې داغوښتنه كوله چې بايد دخپل ځان ، هيواد اوخپل هويت دساتنې له پاره لاس په كار شي. ترټولو مهمه خبره داده چې دغزني ددغه نوميالې واكمن زور و چې ويي كولاى شول ، دتاريخې آريانا ټول قلمرو داوسني ايران په ګډون په يوه واحده كړى كې را ټول كړي ، خوله بدمرغه چې ايراني پوهان اوليكوال په دغه باب اوددغې دورې په باب دومره چوپه خوله دي ، چې په لوى لاس غواړي ديوشميرعادي دلايلو له مخې ددغې دورې فرهنګې ارزښتونه همداسې په تياره اوتورتم كې ناويلې اوناسپړلي پاتې شې ، په داسې حال كې چې غزنوي دوره دفارسي ژبې اوفارسي فرهنګ دپيژندګلوي اوپراختيا اوان رنسانس دوره وه .بله مهمه خبره چې په دغه اړه بايد له ياده ونه وزي هغه داده چې محمود فارس دخپل اړوند ولايت په توګه ترخپل نګين لاندې وساته اوهلته يې خپل زوى دهغې سيمې په اوسنى نومونه والي وټاكه كه زما تحليل ته څوك په شوونستې نظرسره ونه ګورې ، محمود په خورا ميړنتيا سره دخپل هيواد اوسني افغانستان داسې ننګه كړې چې زموږ له پاره دملې هويت اوملي تشكل په لاره كې ځانګړي اهميت لري ، په دې مانا چې غزنويانو افغانستان ته له هرې خوا يونوى هويت اونوم ورپه برخه كړى دى ، په ياد مودي چې په اوسني لغمان كې دهندي جييال سرتيري اوحاكمان پرواك وو، خودغه نوميالي اوځوان شهزاده په سلگونو فيلان ترې ونيول او په خورا ميړانه يې هغوى د باتورو پښتنو په مټو ووهل اوهغوى يې داوسنۍ پښتونخوا تراولكه هم ورهغې خواته وشړل .
يووخت ما دهند په ګجرات پوهنتون كې دغزنوي دورې په باب لكچر درلوده ، يوچا داخبره وكړه چې دمحمود له لاسه زموږهرڅه بربادشول ، دهغه لښكروپرهند باندې خورا بديرغلونه وكړل ، دهغوپوځيان ډيرظالم وو...
ما يوازې دومره ورته وويل : (( ځكه چې دهغه ډيركې پوځيان هنديان وو )) . ددغې لنډې جملې په مانا هغه سړى پوه شو، اودا يوتاريخى حقيقت دى ، كومې لښكرې چې محمود هند ته استولي په تيره هغه چې په هغه ځل يې (سمنات )هم راوپرځاوه له نژدې اويا زرو پوځيانويې (( څلويښت زره پوځيان هنديان ، ديرش زره پښتانه اوشل زره ترك توكمي اونور وو. چې هند يان دهندې جنرال ترقومانده لاندې په مخكې وو، ورپسې پښتانه اووروستي دادريمه ډله وه چې زياتره يې دفترې اولوژستيكې چارې پرمخ بيولې ، دهند دسوبې په جګړو كې هنديان ترهرچا مخكې په خورا ميړانې سره جنګيدل ))ځكه نودتاريخې اسنادو له مخې داانتقاد خپل ځواب لري .
په همدې شان په فرهنګى لحاظ هم غزنوي دوره داسې يوه دوره ده چې فارسي ژبه په كې وغوړيده اودهند ترپولو پورې يې ادبې اومعنوى پوله پراخه شوه ، دادغزنې بركت وچې دغه ژبه تراوسه دهند په لتو باندى لاله خپل برمه ونه لويده اونومياليو پښتنو پاچاهانوپه خپلو دربارونو دغه يادګار كه څه هم مورنى ژبه يې نه وه وپنځوله اودغې ژبې ته يې تراصلې اوسيدونكو زيات خدمتونه ترسره كړل ، اوس دهند په كتابخانو كې درسمې شمير له مخې تر درى لكوزياتې پارسې قلمې نسخې شته چې زياتره يې لاتراوسه هم نه دي څيړل شوې اونه دهغو نومياليوافغانانواوسنيوواريثنو ته داپته شته چې ددوى پلرونو دغې ژبې اوآن خپل تاريخې شته والي ته څومره خدمت كړى دى . څومره انسانې ارزښتونه دوي دعلومو په بيلابيلو برخو كې په دغه ژبه باندې په هند كې كښلي دي ، هو، له بده مرغه موږ ترې ناخبره يو ، زه چې كله دفارسي ژبې يوشمير په اصطلاح تش په نامه خواخوږو ته چې په پټوسترګو يې له ځانوددغې ژبې ټيكه داران جوړكړي عجايبات اورم اوګورم داپوښته راسره پيداكيږي چې كاشكي دغوښاغلو ته خو لږ ترلږه دخپلې ژبې په باب معلومات واى چې تردغه دمه دغه ژبه چا دومره پرتم ته رسولې ده. كه له فارسي ژبې دهند ونډه اوپه هندكې دپښتنو ونډه ان تردغه دمه لرې كړې ، دغه ژبه خوله غزنوي دورې راپه دې خوا نه په فارس اونه هم په افغانستان كې داسې ديادونې وړ زيرمه لري ، چې پرهغو باندې دې سړى په پراخه سينه څيړنې وكړاى شي. دعلم مدارجوته دغه ژبه دهندپرلتو افغاني پوهانو، صوفيانو اودرباريانو رسولې ده. هغه افغاني صوفيان چې دزياترو جرړې چې په هندكې دروحانيت لوړغرونه شميرل كيږي اوس هم په غزنى كې شته،لكه دحضرت قطب الدين بختيار كاكې اړوندان اونور، دغلجى ، لودي ، سوري دربارونو روحانې تكيه ځاى غزنى و، دچشتيه طريقې نوميالى لارښود اومحبوب القلوب حضرت نظام الدين اوليا مور له غزنې ترډيلي پورې ورسيده اوهلته يې خپل دغه نوميالې زوى دچشتيه روحانيت ترسيوري لاندې وروزه چې ترننه پورې دهغه مزار، تعليمات اوروحانيت دهندپه لتو دالهي اردات ترټولو عالي اوانسانې وړتيا لري .
اوپه پاى كې :
ددغې ګردې مقدمې له يادولو زموږ مقصد اومطلب دادى چې دادټولوافغانانواوافغاني نسلونو حق دى چې دخپلو تاريخي اوفرهنګي ارزښتونو په پام كې نيولو سره دعصر اوزمان دپرمختګ په ترڅ كې دخپلوهغو تاريخې ارزښتونو په رڼاكې چې په واك كې يې دي كارواخلي ، په دې وروستيوكالو په افغانستان كې دهيواد دنوي نسل دروزنې له پاره په ملي سويه يوشمير په زړه پورې ګامونه اوچت شوي ،ښايي دا دښاغلي حامدكرزي دفرهنګي پاليسئ له لويو برياوو څخه يوه وي چې دهيواد په گوټ گوټ كي يې دهيواد دنوې نسل دروزنې له پاره يوشمير دپاملرنې وړ ګامونه پورته كړل چې ترټولو مهم يې دهيواد په گوټ ګوټ كي دپوهنتونونو جوړول اوپرانستل وو، داكار په پكتيا، باميانو، كابل ، پروان ، تخار اونورو سيمو كې دخپلوشتو امكاناتوپه ترڅ كې سره شو، اوس اوس په دې نژدې وختوكې ولسمشرښاغلي حامدكرزي دغزنې دخلكو له پاره په غزنې كي ديوه پوهنتون جوړولو وعده كړې اودغه پوهنتون يې ددغه ولايت خلكوته منلی دي . ددغه ډيرنفوس لرونكي ولايت خلك ددغه پوهنتون دپرانستواوپيل كيدو په انتظار دي . ويل كيږي چې ددغه پوهنتون دجوړولو كاركومې خارجې موسسې لاپخوا پرته له دې چې په دغه برخه كې يوعادي ګام هم اوچت كړي په خپلومنګولو كې نيولى دى .
دغزني خلك اوددغه ولايت زيات شمير فرهنګيان ، پوهان په هيواد كې دننه اوباندې يوځل بيا ولسمشرښاغلي كرزي، فرهنګې مشاوريت اودلوړو زده كړو وزير ته دزړه له كومي خپل وړانديز كوي چې دغزنې پوهنتون خبره ديوه تاريخې اوملي رسالت په توګه دخپل كار له مهمواجنډاوو څخه وگڼي اوژر تر ژره دغه تاريخې وياړ دافغانستان دمعاصرتاريخ په دغه دوره كې دغزني دتيربرم اوفرهنګي تلپاتې نامه په پام كې نيولوپه خپله دوره كې دځان كړي . دغزني ولايت موقعيت ، نفوس اوفرهنګي ميراث په خپله ددې له پاره په تمامه مانا برابر دى چې دهيواد په دغه تاريخې سيمه كې هم دافغانستان نه يوازې تعليمي بلكې څيړنيز پوهنتون چې په راتلونكې كې كه دپاك الله اراده وه داسيايې اواسلامي څيړنو يولوى افغانې اكاديميك روزنځى اومركز وي ژر تر ژره پرانيستل شي .
په درناوي
پوهنوال ډاکټر عبدالخالق رشيد
دغزني اوشاوخوا ولايتونو ديو شمير منورينواودپوهې اوفرهنګ دلارويو په استازيتوب
",( غزني پوهنتون ) دغزني د تاريخي او فرهنګي پرتم او پېژندګلوۍ نښه
3088,غوث الدين فروتن - کندهار,"
غوث الدين فروتن - کندهار
په زابل كې د بادام ګل مشاعره جوړه شوه
د روان ۱۳۸۴ لمريز كال د وري د مياشتې په ۱۳ د شنبې په ورځ د سهار په نهو بجو د بادام ګل په وياړ مشاعره جوړه شوه.
په دې مشاعرې كې د زابل ولايت پر ليكوالو، شاعرانو، او مينه والو سربېره له كندهار ولايت څخه د افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز (ايينه)، بېنوا فرهنګي ټولنې، هيواد كلتوري ټولنې، كندهار نندارې او د سهيل لوېديزې سيمې ګڼو شاعرانو، ليكوالو، ممثلينو او نورو مينه والو ګډون كړى وو.
لومړى د زابل ولايت والي دلبر جان ارمان وينا وكړه او دداسې مشاعرو او غونډو په ارزښت يې خبرې وكړې او له داسې غونډو او مشاعرو سره يې خپل ملاتړ څرګند كړ اوخپل شعر د غونډې برخوالو ته وړاندې كړ.
ورپسې د ترنك ادبي ټولنې مشر سيدا جان غمخور وينا وكړه، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل: دا زمونږ دوهم ځل دى چې په زابل ولايت كې د بادام ګل په وياړ مشاعرې جوړوو، غواړو چې د بادام ګل مشاعره يو دوديز شكل غوره كړي، د ترنك ادبي ټولنه او د زابل ولايت فرهنګيان، ليكوال او شاعران به په راتلونكي كې هر ځل د نوي كال د رابره كېدو سره سم دا ورځ د مشاعرې په ترڅ كې لمانځي.
په دې مشاعره كې ټولو هغو شاعرانو چې د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه راغلي وو خپل شعرونه واورول. دا غونډه د ماسپښين په دوو بجو پاى ته ورسېده.
",په زابل کي د بادام ګل مشاعره جوړه شوه
3089,اتل وردگ- کا بل,"
د ميني اظهار
ما خو کلو نه تیر کړل
چی تا ته ووايم :
زما په ژوندا نه کښی ته يې
د مینی خدای دي گڼم-
را ته ژو ندون ته بخښې
تا سره مینه کوم!
قسم چي سخت ؤ راته
دغه د ميني اظهار
خو تا په یوه شیبه کښي
په کبر جنه ادا
څو مره سا ده وو یل:
زه خو د بل چا یمه !
",زه خو د بل چا يمه !
3090,,"
١٨ د وری ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه د روم پر لور وخوځېد تر څو د کاتوليک عيسويانو د مذهبي مشر پاپ جان پال ٢ د جنازې په مراسمو کي ګډون وکړي .
ولسمشر کرزي د عيسويانو د مذهبي مشر پاپ په مړينه خواشيني ښودلې وه .
ټاکل شوې ده چي سبا ته به د اېټاليې د روم په ښار کي پر مليونونو عيسويانو برسېره د نړۍ يو شمېر سياسي مشران ، ولسمشران او وزيران د پاپ جان پاول په جنازه کي برخه واخلي .
",ولسمشر حامد کرزی ايټاليې ته ستون شو
3091,,"
١٨ د وری ١٣٨٤
د کابل د قلا فتح الله پر سړک نن غرمه د پوليسو پر موټر د ډزو په پايله کي دوه تنه پوليس ووژل شول او يو تن دکاندار ټپي شو.
ددې بريد پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخستې ، په سيمه کي عيني شاهدان وايي چي بريدکوونکي په يوه بې نمبر پلېټۀ موټر کي سپاره و ، ډزي يې وکړې ، او په منډه د پيښې له ځايه وتښتېدل .
د پوليسو چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه خبريالانو ته له څه ويلو ډډۀ کړې ده . او د وژل شويو دوو پوليسو پيژندنه هم تر اوسه پوري نه ده شوي .
",وسله والو کسانو په کابل کي دوه تنه پوليس ووژل
3092,,"
د اسيا پرمختيايي بانک افغانستان ته ٣٥ مليونه ډالره ورکوي چي په افغانستان کي د ګرځنده مخابراتي خدماتو د پرمختګ لپاره وکارول شي .
د فليپين په پلازمېنه مانيلا کي اسيا پرمختيايي بانک په يوه اعلاميه کي وويل چي دغه پور په افغانستان کي د روشن ټيلفوني کمپنۍ ته ورکول کيږي ، تر څو د افغانستان په ټولو ښارونو کښي خپلو خدمتونو ته پراختيا ورکړي .
که څۀ هم چي افغان بېسيم ټيلفوني شرکت په افغانستان کي لومړنی شرکت و چي د ګرځنده ټيلفونونو اسانتيا يې رامنځته کړه ، خو دا مهال روشن ټيلفوني شرکت د ټول هيواد په کچه په ډېرو سيمو کي دګرځند ټيلفون اسانتيا رامنځته کړېده .
د اسياخدماتي بانک يوه مالي کارپوه وويل چي په تېرو دېرشو کلونو کي دا لومړی ځل دی چي په افغانستان کي يوه شخصي شرکت ته دومره مهم پور ورکول کيږي .
",داسيا پرمختيايي بانک افغانستان ته پور ورکړ
3093,سپېڅلی,"
١٩ دوری ١٣٨٤
د اشپيگل مجلې د سې شنبې په ورځ دخپلي ا نترنتي پاڼي د لاري د ينا د پوهنتون د فزيک د موسسې د ستوري پېژندونکي رصد خانې د مدير ""رالف نوي هويزر"" دخولې نه ويلي دي : چې موږ پوره ډاډمن يو چې يوه نوې کره مو کشف کړېده .
ددغې سيارې انځور د کوچنيو ټکو په څېر ښودل کيږي چې د ""ګ كو لوپي"" د ستوری سره ملګرتوب کوي
په داسي حال کې چې ""ګ كو لوپي"" ستوری چې په شمسي منظومه کې و لمر ته ورته دی د عمر نه يې يوازي يو مليون کاله تيريږي خو لمر بيا ددېنه ٤٦٠٠ واره زيات عمر لري .
د""ګ كو لوپي"" ستوری د ځمکې نه٤٠٠ نوري کاله واټن لري ( هر نوري کال څه نا څه لس بيليونه کيلومتره دی)
په هغه عکس کې چې په چيلي کې د اروپا د رصد خانې د تلسکوپ لخوا اخيستل سوی دی يوه ستره ګازي توده ليدل کيږي چې د څېړونکو په حساب د يوه نه تر دريو ځله پوري د مشتري دسيارې په اندازه وزن لري .
",المانيانو يوه نوې سياره کشف کړه
3094,مولوي نورالحق,"
دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په ژوند بي شماره كتابونه ليكل شوي دمسلمانا نو څخه علاوه يوزيات شميراروپايي تاريخ پوهانو هم كتابونه ليكلي دنبوي سيرت په اړه يواروپائي تاريخ پوه وائي \""دسيرت ليكونكوتعداد دومره زيات دى چي شميريي ممكن ندى \"" كفار چي زمونږ دخوږپيغمبر په اړه دومره معلومات لري مونږولي تري ناخبره يو؟ دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نسب : دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نسب دنړۍ ترټولونسبونو غوره اوپاكيزه دى او دمكى مشركينو هم پدى اعتراف كاوه دپلار له طرفه يي شجره نسب په لاندي ډول دى اوله برخه :محمد بن عبد الله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصي بن كلاب بن مُره بن كعب بن لوى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خذيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن عدنان دوهمه برخه : بن اْد بن هميسع بن سلامان بن عوص بن بوز بن قموال بن اْبي بن ناشد بن حزال بن يدلاف بن طابخ بن جاحم بن ناشح بن ماخي بن عيض بن عبقر بن عبيد بن الدعابن حمدان بن سنبر بن يثربي بن يلحن بن اْرعوي بن عيض بن ديشان بن عيصر بن افناد بن اْيهام بن مقصربن ناحث بن زارح بن سمي بن مزي بن عوضه بن عرام بن قيداربن بن اسماعيل عليه السلام بن ابراهيم عليه السلام دريمه برخه : دابراهيم عليه السلام نه پورته ابراهيم بن تارخ بن واسمه اّزر بن ناحور بن ساروع بن اْوساروغ بن راعو بن فالح بن عابر بن شالح بن سام بن نوح عليه السلام بن لامك متوشلح بن اخنوخ (ادريس عليه السلام ) بن يرد بن مهلائيل بن قينان بن اّنوشه بن شيث بن اّدم عليهما السلام. دپيدا يښت نه وړاندي داّنحضرت صلي الله عليه وسلم بركات : دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په صورت كي دهدايت روښانه لمر راختلو نه وړاندي داسي نښاني موجودي وى چي دمحبوب دپيدايښت زيري يي وركاوه دمحدثينو په نزد دي ته ارهاصات وايي . دنبي كريم صلي الله عليه وسلم مور بي بي اّمنه وايي !كله چي محمد زما په ګيډه وو ماته زيرى راكړل شو چي) ستا ماشوم به دټول امت سردار وي كله چي پيدا شي ووايه چي الله ته مي سپارلى اونوم يي محمد كيږده ( وايي دحمل په موده كي مي يوه رڼا وليده چي دهغي په زريعه مي دشام ماڼۍ وليدى. ( سيرت ابن هشام) بي بي اّمنه وايي مادحمل په موده كي هيڅ تكليف ندى ليدلي كوم چي نوري ښځي يي محسوسوي . همدغه راز نوري بي شماره نښاني موجودي شوي ",سپيڅلى نبوي سيرت
3095,مفتي محمد شفيع رحمه الله,"
د وحيي اړتيا
دالٌهي ارشاداتو دبرخي محترمو لوستونكو! قراّن كريم چونكه په محمد مصطفٌي صلي الله عليه وسلم دوحي په زريعه نازل شوى نواول بايد دوحي په اړه معلومات ولرو. دوحي اړتيا : هر مسلمان پدي پوهيږي چي ده ته الله تعالي ژوند دامتحان لپاره وركړى دى او دده په غاړه يي يو څه مسْوليتونه ايښي دي ټول كاينات يي دده خدمت لپاره مقرر كړي نو پدى اساس انسان ته پكار د ي چي دوه خبري په نظركي وساتي اول داچي دكايناتو هره زره په خپل ځاى استعمال كړي اودوهم دا چي ددى په استعما ل كي دالله رضاءپه نظركي وساتي اوهيڅ داسي كار ونه كړي چي الله پري نا راضه كيږي . ددي دواړو كارونو لپاره انسان علم ته اړ دى ځكه كه ده ته دكايناتو حقيقت نه وي معلوم دشيانو په خواصو نه پوهيږي استفاد ي اخستو طريقه ورته نه وي معلومه تر هغي ددنياوي اسبابو څخه استفاده نشي كولاي همدغه راز تركومي پدي ونه پو هيږي چي الله په كومو كارونو خوشحاليږي اوپه كومو خفه كيږي تر هغى دالله درضا مطابق ژوند تيرول ممكن نه دي. الله تعالي دانسان پيداكولوسره درى داسي شيان پيداكړي چي په پورته خبرو پوهيدل اسانوي (1) دانسان حواس لكه سترګي غوږونه لاس پښه ..(2)عقل (3) وحي چنانچه انسان زيات شيان دحواسو په زريعه معلوموي څه دعقل اوكومو ته چي عقل نه رسيږي هغه بيادوحي په زريعه الله تعالي ورمعلوموي . پورته زرايع هر يو په خپله دايره كي كار كوي لكه څه چي په حواسو معلوموي هغه په عقل نه كيږي لكه يو ديوال په سترګو وګوري اورنګ يي درته سپين معلوم شي ليكن كه ستر ګي پټي كړي اوتصور وكړي نو رنګ معلومول ممكن نه دي همدغه راز كوم شيان چي په عقل معلوميږي يوازي په حواسو ممكن نه دي په ديوال لاس ايښودوسره دانشي معلومولاي چي داكوم انسان جوړ كړى بلكه ددى لپاره عقل ته اړتيا ده . دذكرشووشيانو يو حدد مقرر دى چي هغي نه اخوا ادراك نشي كولاي لكه دامعلومول چي دديوال په څنګه استعمال الله رضاءكيږي دامعلومات بيا دوحي په واسطه كيږي ددي نه څر ګنده شوه چي كوم كارونه په حواسو او عقل معلوم نشي او معلومول يي ضروري وي دا مسْله بيا وحي حل كوي نو وپوهيدو چي وحي څومره ارزښتناكه ده . الله تعالي انسان ديوه خاص مقصد لپاره پيدا كړى نو بيا دا څنګه ممكن ده چي لارښونه دي ورته ونه كړي او دا دي هم ورته ونه ښائي چي دايي نړۍ ته دڅه لپاره راليږلي ؟ دده مرام څه دى ؟ او خپل هدف ته څنګه رسيداى شي ؟ پدي هرڅه پوهيدو لپاره يي پيغمبران راليږلي اوكتابونه يي وركړي دلته به مونږدقراّني لارښونو په رڼاكي دخپل ژوند هدف اومقصد معلوموو يادونه : دي پسي به ان شاء الله دقراّن كريم عام فهمه ژباړه ولولئ . ",دوحيي اړتيا
3096,مولوي عبدالحق منصور,"
دتوحيد عقيده توحيد داسلام لومړۍ اوبنيادي عقيده ده. يوه نظريه نه بلكه دانسان څخه دحقيقي انسان جوړولو يوازينۍ لارده چي دانسان دټولو مشكلاتو حل هر حال كي دده دپناه ځاى اود هر غم وفكر ختمونكي ده دتوحيد په زريعه انسان ته پدي پوهيدل اسان شي چي دكايناتو دټول نظام چلونكى يو او مهربانه ذات دى دسوره بقرى ١٦٣ ايات كي الله تعالي فرمايي:
وَاِلٌهُكُم اِلٌه وَاحِد لاّاِلٌهَ الا هُوَالرحمٌنُ الرحِيم
ژباړه :
او معبود ستاسي معبود يو دى بل څوك دعبادت لايق نشته مګر هم دى خورامهربان پوره رحم لرونكى دى ښكاره خبره ده دچاپه زړه اودماغوچي تو حيد خپور شي نو دنيا ورته جنت ادټولني څخه يي جګړي او فسادونه ختم شي ددى عقيدى لرونكي ددنيا دهر خوف اوخطر څخه بي پروه زندګي تيروي. او د لااله الاالله كليمې ويلو مفهوم همدا دى . دتوحيد لپاره يوازي په ژبه اقرار كافي ندى بلكه دزړه تصديق ور سره ضروري دى ( معارف القراّن جلد1صفحه١٣٩) اوس به په الله تعالي باندي ځمونږ دعقيدى په اړه دحضرت مولا نا اشرف علي تهانوي دكتاب څخه ترتيب وار ليكنه كوو
(١) عقيده : ټول كاينات نه وو موجود الله تعالي پيدا كړل
(٢)عقيده : الله يو او دهيچا محتاج نه دى
(٣)عقيده : الله هميشه موجود وو او هميشه به وي
(٤)عقيده : هيڅوك او هيڅ شى دالله په څير نشته
(٥)الله ژوندى دى دالله قدرت پر هرڅه دى دالله دعلم نه هيڅ پټ نه دي هغه هرڅه ګوري هرڅه اوري او همدغه ذات دعبادت لايق دى .شريك نه لري په خپلو بندګانومهربان دى بادشاه دى دټولوعيبونو څخه پاك دى همدا دعزت والا دى دلوئي والا دى پيداكونكي دى رزق وركونكى دى چاته چي وغواړي رزق زياتوي اوچاته چي وغواړي كموي څوك چي وغواړي عزتمند كوي اوڅوك چي وغواړي ذليل كوي دانصاف څښتن دى دعاء قبلونكي دى
(٦)بندګانو ته الله پوهه اواراده وركړي چي دګناه اوثوابكار بيا په خپل اختيار كوي
(٧) الله تعالي خپلو بندګانوته داسي حكم نه دى راليږلى چي په توان كي يي نه وي
(٨)دخداي په زمه هيڅ لازم نه دي چاته چي څه وركوي دايي فضل دى.
",عقيده
3097,,"
١٩ د وری ١٣٨٤
د ننګر هار ولايت په مرکز جلال اباد کې نن د (نارنج ګل) دوديزه مشاعره او مېله د نارنج د ونو تر سيوري لاندي جوړه شوه او تر اوسه پورې دوام لري.
د نارنج ګل دوديزه مېله د ډېرو کالونو راهيسي په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو ولايتونو او سېمو د ادېبانواو شاعرانو په ګډون دنوي کال او پسرلي په هرکلي کې جوړيږي.
په روانه مشاعره کې د ګڼو ليکوالو او شاعرانو تر څنګ د افغانستان د حکومت د کابينې څو وزيرانو هم ګډون کړي دی . ", په جلال اباد کې د نارنج دګل مشاعره
3098,,"
١٩ د وری ١٣٨٤
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ماشومانو د تښتونې شمېره دسلګونو څخه اوښتې ده.
",د ماشومانو د تښتونې د مخنيوي په هکله سيمينار
3099,سپېڅلی,"
٢٠ دوری ١٣٨٤
څېړنو اوس داخبره جوته کړېده چې د خوب لږوالۍ په بدن کې د اشتها د تنظيمونکو هورمونونو په ډېرښت کې لوي لاس لري .
دهغه ګزارش پر اساس چې د علمي معلوماتو په مياشتنۍ تازه ګڼه کې خپور سوی دی راغلي دي چې دغو څېړنو ښودلي دي چې هغه کسان چې په دوو شپو کې صرف څلور ساعته وېده کيږي په هغوي کې د لپتين Leptin يا د بې اشتها يې هورمون کم سوي خو په سلو کې د اته وېشتوبيا دGhrelin په نامه د اشتها هورمونونه زيات سوي دي .
په ګزارش کې ويل کيږي چې هغه نارينه ځوانان چې لږ خوب لري زياتره يې خواږه او نشايسته لرونکې خواړه خوري، خو ددې رژيم د بدلون وجه په درستی سره نه وه څرګنده سوې .
په پورتنی ګزارش کې راځي چې څرنګه چې ماغزه په ګلوکوز باندي تغذيه کيږي خو د بېخوبۍ په حالت کې يوازي و كربوهيدراتو ته اړتيا لري .
دغه څېړنه لومړنۍ څېړنه ده چې داخبره يې را سپړلې ده او وايې چې : خوب دغه دوه مهم هورمونه تنظيموي، هورموني بدلونونه د اشتها په اندازه پوري اړه لري او لږ خوبي او د کالورۍ ډېر والی يو د بل سره مستقيمي اړيکي لري .
ددې مطالعې ډېره مهمه ځانګړتيا ددو هورمونو ياني لپتين يا دبې اشتها يې هورمون او Ghrelin يا د اشتها د هورمون څېړنه او د هغوي د نسبت څرګندوالی دی .
ګزارش وايې چې کم خوبه خلګ شيرني، چاکليټ، کيک او نور خواږه خواړه تر مېوو، ترکاريو او لبنياتو زيات خوښوي او په هغوي کې د وزن زياتوالی ليدل کيږي .
",بېخوبي او د چاغښت سره د هغه تړاو
3100,,"
کندهار ١٨- وری - ١٣٨٤
دکندهار په ولايت کي د لومړي ځل لپاره د ازادو ټاکنو له لاري دژورناليستانو خپلواکه ټولنه جوړه شوه .
په دې اړه د روان لمريز کال د وري پر ١٨مه نېټۀ په يوه جوړه شوې غونډه کي د پټو رايو له لاري د بېنوا فرهنګي ټولني مشر ښاغلی عبدالاحمد محمديار د ژورناليستانو د خپلواکي ټولني دمشر او د ايېنې مطبوعاتي دفتر مشر ښاغلی غوٍث الدين فروتن د مرستيال په توګه وټاکل شوه .
ياده شوې ټولنه چي ټوله ٣٠ تنه غړي لري شپږ تنه غړي يې (سعيد زابلى، استاد حيات الله رفيع، عبدالاحد محمد يار، دواخان مينه پال ، استاد تيمور او نور الله نوري ) په کابل کي د ژورناليستانو د ژغورني د نړيوالي ټولني د کنفرانس لپاره ټاکل شوي دي .
په نوموړې غونډه کي په کندهار کې د اينې د مطبوعاتي مرکزپه دفتر کي کندهارمېشتو دبهرنيو اوداخلي آژانسونو ، راډيوګانو،ژورناليستانو ،اوادبي ټولنو،.دبشرد حقوقودسيمه ييزدفتراستازو، دلويې جرګې وکيلانواودملي ډ موکراتيک سازمان استازو برخه اخيستې وه .
ښاغلي محمديار د خپلي نوي دندي په اړه وويل : ( که دژورنالستانو او ولس مرسته او ملاتړ له را سره وي نو وبه کولای سم د ولس ستونزي دولتي چارواکو ته په ښه توګه وړاندي او دژورنالستانو له حقوقو څخه دفاع وکړم ) .
",په کندهار کي د ژورناليستانو خپلواکه ټولنه
3101,منصور,"
عن أميرِ المؤمنينَ أبي حفصٍ عمرَ بنِ الخطَّابِ رَضِي اللهُ عَنْهُ قالَ: سَمِعْتُ رسولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يقولُ: ((إِنَّمَا الأَعْمَالُ بالنِّيَّاتِ وإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ ما نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إِلى اللهِ وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا أَو امْرَأَةٍ يَنْكِحُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ)). رواه إماما المحدِّثينَ: أبو عبدِ اللهِ محمَّدُ بنُ إسماعيلَ بنِ إبراهيمَ بنِ المغيرةِ ابنِ بَرْدِزْبَه البُخاريُّ. دلومړي حديث ژباړه : حضرت امير الموْمنين عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمائي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل دټولوعملونو دارومدار (دثواب او عذاب موجب كيدل )په نيت باندي دى هرچا لپاره به هغه بدله وركول كيږي دكوم يي چي نيت كړى چاچي هجرت وكړ (دده په نيت) دالله اورسول لپاره نو(دالله په وړاندي هم)دده هجرت دالله اورسول لپاره دى اودچا هجرت چي (دده په نيت )ددنيا حاصلولويا دكومي ښځي سره دنكاح لپاره وي نو(دالله په وړاندي به هم )دده هجرت دهمدي شيانو لپاره ليكل كېږى . شرحه :پورته حديث كي نبي كريم صلي الله عليه وسلم په اعمالو كي دنيت ارزښت بيانوي تر څو هر عمل كونكى خپل عملونه وتلي چي زما فلانى عمل دڅه لپاره وو اوهم هغه شان دالله نه دپدلي اميد ولري داحديث شريف دمحدثينو په نزد زيات ارزښتناك دى حضرت امام شافعي او امام احمد رحمهما الله ددى حديث په اړه وائي چي داد علم دريمه برخه ده ځكه دانسان اعمال ددرى شيونو څخه صادريږي (١)دزړه نه (٢) ژبي نه (٣)اونورواندامونو څخه او دنيت تعلق زړه سره دى نو دريمه حصه شوه همدغه راز امام شافعي رحمه الله فرمايي دى حديث نه دفقي اويا بابونه معلوميږي نو بنا پردي اسا س هر مسلمان بايددخپل اعمالو محاسبه وكړي په ټولو امورو كي نيت خالص دالله رضاكولو لپاره وګرځوي يادونه : دنبوي ملغلرو په پاڼه كي دمشهور محدث امام نووي رحمه الله دڅلويښتو احاديثوژپاړه اومختصر شرحه لولو ورسره به دحپلو اعمالومحاسبه او اصلاح به يي كوو - ( منصور) ",په زړه د نيت ارزښت
3102,,"
د پاپ جان پاول مړی د واتيکان د ښار د سن پيټرز په کليسا کي خاورو ته وسپارل شو .
د نوموړي مړی چي د تختو په يوه ساده تابوت کي اېښودل شوی و د کليسا په هغه برخه کي چي پخواني پاپان ( پوپان ) ښخ دي خاورو ته وسپارل شو .
د ښخيدو تر مخه لومړی د کليسا په مخ کي دجنازې مراتب تر سره شوۀ ، چي د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه په سلګونو زرو نر او ښځو ګډون پکښي کړی و . ويل کيږي چي تر اوسه په ټوله نړۍ کي په هيڅ يوه جنازه کي په دومره ډېر شمېر کسانو ګډؤن نه و کړی .
په دې مراتبو کي د نړۍ د يو شمېر هيوادونوپاچاهانو،ولسمشرانو، وزيرانو ، اود بېلابېلو دينونو مذهبي مشرانو په ډله کښي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون درلود .
",دپاپ جان پاول مړی خاورو ته وسپارل شو
3103,,"
",
3104,سيدرحمان وګړپال حبيب,"
خيال
ما چي په ځان واخيست تهمتونه ستا
څه له که راکوې څوک پيغورونه ستا
څنګه دي پيغور په ځان وانخلمه
شونډي دي غوټۍ سترګي جامونه ستا
مږده په زړګي مې دملهم پټۍ
پريږده چي پکي وې پرهرونه ستا
دومره خيال يې ساته ما خو درکړلو
ډير پکي پراته دي ارمانونه ستا
شک راته پيداشي يارانه کي دي
کله چي راياد کړمه لوظونه ستا
دې دنيا کي دغه راپه برخه شو
خيال کي جوړومه تصويرونه ستا
",خيال
3105,,"
رويټرز کندهار٢٠- وری
طالبانو نن تائيدکړه چي هغه دولتي چارواکی چي څو ورځي مخکي يې د زابل له ولايت څخه تښتولی و ، وژلی دی .
د زابل د ولايت د اوبو او برېښنامسول سراج الدين چي دوې ورځي مخکي د زابل ولايت د قلات ښار څخه دباندي د طالبانو د يوې ډلي له خوا تښتول شوی و ، وژلی دی .
د وژني دا خبر د زابل ولايت د مرکز قلات پوليسو تائيد کړی دی .
د رويټر خبري اژانس خبر ورکوي چي دا دطالبانو له خوا د يوې اوونۍ په دننه کي په سهيل لودېځه حوزه کښي پردولتي کارکوونکو دريم بريد و .
طالبانو مخکي تر دې هم خبر ورکړی و چي د ژمي په تېرېدو سره به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي .
",طالبانو په زابل کي يو دولتي چارواکی وواژه
3106,,"
کابل ٢٠ وری
دوې ورځي مخکي ( چهارشنبې ) د غزني په ولايت کي د امريکايي پوځ د لوېدلي هلي کفتر د مړو شمېر ١٨ ته رسيدلی دی ، د پيښې په ورځ امريکايانو په پېښه کي د شپاړسو تنو د وژل کېدو خبر تائيد کړی و ، او هيله يې کول چي دوه تنه سرتيري به يې ژوندي وموندل شي . خو نن په کابل کي د امريکاد پوځ يوه وياند وويل چي ددوی سرتېرو د لوېدلي الوتکي په پاته شونو کي د دوو تنو سرتېرو مړي پيدا کړي دي . چي په دې سره د ټولو وژل شويو کسانو شمېر ١٨ ته رسيږي .
دې الوتکي د کابل څخه سهيل لويديځ ته پوځيان ليږدول .د تيري چهارشنبې په دې پېښه کي چي د ائتلافي ځواکونو د وياند په وينا د هوا د خراب والي له کبله رامنځته شوه ، ټوله ١٥ تنه امريکا يي سرتيري او درې تنه افغانان وژل شوي دي .
ټاکل شوې ده چي نن به د امريکامتحده ايالاتو څخه د پلټني يو پلاوی کابل ته ورسيږي ، چي د الوتکي د لوېدلو په اړه به پلټني کوي .
",ائتلافي ځواکونو ومنل چي دغزني په پېښه کي ١٨تنه مړه دي
3107,,"
دسورة الفاتحى فضيلت په احاديثو مباركو كي دسوره فاتحي زيات فضائل ذكرشوي چي څه تري په لاندي ډول ذكر كيږي. ١: نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمائيلي دقراّن ترټولوستر سوره دى .(بخاري باب ماجاءفي فاتحه الكتاب حديث٤٤٧٤) ٢:سوره فاتحه الله يواځي نبي كريم صلي الله عليه وسلم ته وركړشوي دايونوردى چي بل پيغمبر ته نه دى وركړشوى.(صحيح مسلم حديث١٨٧٧) ٣:سوره فاتحه په خاص ډول دلمانځه سوره دي ددي نه غير لمونځ نه صحيح كيږي (مسلم حديث٨٧٤) (٤)سوره فاتحه دهرمرض شفاده سوره فاتحه كي دادومره فضائل ځكه دي چي په جامعو معني ګانومشتمل دى بلكه په قراّن كي چي څومره عقايد احكام اوفوايدبيان شوي داسورت دهغه ټولوخلاصه ده نو پدي اساس لازمه ده چي هرمسلمان پدي سوره ځان پوه او عمل پري وكړي
{بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمـَنِ الرَّحِيمِ (١)الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (٢) الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ (٣) مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ (٤) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (٥) اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ (٦) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ (٧)}
ټول ثنا اوصفت الله تعالي لره دي چي پالونكى دټولومخلوقاتودى(١)بښونكى اومهربانه دى(٢)بادشاه دورځي دقيامت دى ٣)خاص هم تالره عبادت كوو اوهم تا نه امداد غواړو(٤)مونږته برابره لار وښايه (٥)دهغه كسانولار چي تاپرى انعام كړى(٦) نهْ دهغه كسانولارچي تاپرى غضب كړى اونه لار دګمراهانو(٧) مختصر تشريح : دپورته سوره په لومړي جز يعني اولودرى اياتونو كي دكايناتو دمالك ثنا ورپسي يوايات كي يوازي دالله تعالي دعبادت اقرار اودسورت ترپايه پوري دعا ده په الحمد لله رب العالمين الرحمن الرحيم كي انسان ته ښونه كوي چي ته په خپله ماضي اوحال كي يوازي الله ته محتاج يي په ماضي كي يي دنشت نه شته كړى اودتمامو كايناتوكي يي ښايسته شكل اوصورت دركړاواوس يي ستادتربيت سلسله جاري ساتلي ملِكِ يَومِ الدين كي فرمايي چي دا انسان په راتلونكي كي هم دالله جل جلاله محتاج دى ځكه دقيامت په ورځ به الله نه علاوه بل مدد ګارنه وي .الله چي دومره لوۍ ذات دى نوهرعاقل به پخپله وايي اياكَ نَعٌبُدُ كله چي داڅرګنده شوه چي حاجت پوره كونكي يوازي الله دى نومرسته به هم يوازي دهغه نه غواړى وَاِياكَ نَسٌتَعِين او په وروستيو اياتونو كي دغوښتني مضمون اوديوى خاص دعاءتلقين دى چي هغه دسمي لاري غوښتنه ده ",دسورة فاتحى ژباړه اولنډتفسير
3108,منصور,"
دالله تعالي دعبادت لپاره پاكوالى لازم دي پاكوالي په دوه ډوله دى يو دلوي بي اودسۍ (جنابت) څخه دوهم دوړي بي اودسۍ څخه كه څوك جنوب نه وي په ده دلمانځه لپاره اودس لازم دى رازۍ اول زان داودس په فرايضو اوسنتو زان پوه كړو داودس فرايض : الله تعالي په قراّن كريم كي فرمايي:
يَااَيهَاالذِينَ امَنُوٌا اذَاقُمٌتُمٌ اِلَي الصلوهِ فَاغٌسِلُواوجوهكمٌ واَيٌديكمٌ الَي المرافقِ وامسحوا بروْسكم وارجلكم الَي الكعبين
ژباړه :
اى موْمنانو كله چي تاسي دلمانځه لپاره پورته شۍ نوخپل مخونه ووينځۍ اولاسونه ووينځۍ ترڅنګلوپوري اوپه سر مسح وكړۍ اوپښي تر ګيټكوپوري (پريمينځۍ ) پورته ايات كريمه كي الله تعالي داودس څلور فرايض بيان كړل:
١: مخ پريمنځل دمخ اندازه دسر ويشكتانو شنه كيدو (تندي (نه تر لاندي زني پوري
٢ : لاسونه ترڅنګلوپوري څنګلي په وينځلوكي شاملي دي
٣ : دسرمسح دڅلورمي برخي سر مسح يو كرته فرض ده
٤ : دپښو وينځل ګيتكو پوري ګيټكۍ په وينځلوكي شاملي دي
داوداسه سنت :
١:داودس په پيل كي بسم الله الرحمن الرحيم ويل
٢: مړوندونو پوري لاسونه پريمنځل
٣: خوله كي اوبه اچول اوغړغړه كول
٤: مسواك وهل (دمسواك فضائيل به لاندي ذكر شي )
٥: پوزه كي اوبه اچول ترڅو پوزه ترخه شي
٦: دټول سر مسح كول
٧: هر اندام دري دري كرته وينځل
٨: دغوږونو مسح كول
٩: دلاس پښو اوږيري خلالول
١٠: پرله پسي اودس كول (ديو اندام وچيدو نه مخكي بل اندام وينځل )
دمسواك فائدى اوفضايل :
ام الموْمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي كوم لمونځ چي دمسواك كولوسره وشي دبغير مسواكه څخه يي اويا درجي اجر زيات دى ( بيهقي شعب الايمان) حضرت ام الموْمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمائيلي مسواك دخولي دپاكوالي اودالله درضاسبب دى (نسائي ) داخوداحاديثو مباركو په رڼاكي دمسواك فائدې وي دمسواك طبي فائدي هم دچا نه پټي ندي مسواك كولوسره دانسان غاښونه پاك وي دخولي بدبوي نه وي همدغه رازغاښونه ورسره مظبوط وي موجوده ساينس پوهان وايي كوم كس چي مسواك استعمالوي دډيرومرضونو څخه به محفوظ وي
مسئله : دغاښونو برش غاښونه پاكوي خو سنت پري نه ادا كيږي دسنت ادا كيدو لپاره دلرګي مسواك ضروي دى
داوداسه دعا ګاني :
داودس په پيل كي بسم الله نه روسته اللهم اغفرلي ذنبي ووسع لي في داري وبارك لي في رزقي ) ويل داودس په پاي كي به دا دعا وايي :
اشهد ان لااله الاالله وحده لاشريك له واشهد ان محمدًا عبده ورسوله اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين .
",داودس طريقه
3109,سپېڅلی,"
٢١ دوری ١٣٨٤
د يو لړ تازه څېړنو پر اساس پر مځکه باندي د لومړنيو واکمنو شرايطو دوران داسي وو چې ښا يې د ژوند د جوړښت ابتدايې مصاله د تالندي او برېښنا د ضربو په وجه مينځ ته راغلي وي .
کارپوهانو د ""ساينس"" په خپرونه کې ديوې مقالې په خپرولو سره ويلي دي چې يو وخت هايدروجن د اتموسفير د اصلي تشکيل سوي عناصرو څخه وو او ښايي چې آسماني برېښناوي د هايدروجن او نورو اقليمي يا چاپېريالي عناصرو په مابين کې د عمل او عکس العمل باعث ګرځېدلي او د کيمياوې ژوند د پيدايښت و سرچينې ته يې زمينه برابره کړی وي .
دغه څېړني هغه زاړه ګومانونه را ژوندي کوي چې وايې د مځکي په لومړني اتموسفير کې دهايدروجن او نوروساده غازو په مابين کې عمل او عکس العمل، چې د تالندي او برېښنا د حرارت نه ډير ګرمېدل، د ژوندي ماليکولونو د مصالحو په جوړولو بدل سوله .
آزمايښتو ښوولي دي چې دداسي عکس العملو دکېدو امکان شته دی.
خو کار پوهان د پخوا راهيسي په دې باور وه چې که څه هم هايدروجن تل په اتموسفير کې موجود وو ولي دهغوي مقدار ډېر لږ وو.
هايدروجن چې ډېر سپک غاز دی په آساني سره د ځمکي د ګرد چاپير د فضا نه تښتي او فضا ته ځان رسوي .
د کيميا پوه برايان تون او همکارانو په قول، څو ميليارډه کاله پخوا پرمځکه باندي بلکل بل شاني شرايط حاکم وه او هغه دا چې هايدروجن د اتشفشانو نه د تيښتي نه با د دمځکي په اتموسفير يا ګرد چاپيره فضا کې را ګيرېدل او ديوې نه دريمه برخه يې جوړوله .
که داسي وي په کال کې دمليونونو زره ټنه ساده د ژوند د ماليکولونو د پيدايښت امکان د آسماني بڅرکو په خاطر وجود لاره .
ديو او بل سره ددې ما ليکولونو عمل او عکس العمل او د پېچلو ما ليکولونو پيدايښت ، په تدريج سره د ژوند ځينو بېلګو په پيل شروع وکړله .
ګرانه ده چې هيځکله به څوک و پوهيږي چې ژوند چېري شروع سو . خو تازه څېړني دغه باور پياوړی کوي چې ژوند د يوه ډول لومړنيو کيمياوي عمل او عکس العمل نه مينځنه راغلی دی.
",د ژوند په پيدايښت کې دتالندي برېښنا او هايدروجن
3110,,"
٢١ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې ددغه هيواد د کډوالو د چارو وزارت د بغلان په ولايت کې د بې کورۍ د ستونزې د ختمولو په لړ کې د لس زرو کورونو د جوړولو په يوه پروژه لاس پورې کړې دی.
په هغو مراسمو کې چې د دغه پروژې د پرانيستلو په موخه د بغلان په ولايت کې جوړ شوي و، دکډوالو د چارو وزير محمد اعظم دادپر وويل چې دغه کورونه به په لومړی ګام کې هغوخلکو ته ورکول کيږي چې کورونه نه لري او د کډوالۍ څخه بېرته هيواد ته راستانه شوي دي. ",په بغلان کې د کور جوړولو پروژه پېل شوه
3111,,"
٢١ د وری ١٣٨٤
د مهاجرت نړيوال سازمان ( اي او ام ) لسو افغانانو ته داسې زمېنه مساعده کړی ده چی هغوي وطن ته د ستنيدو شرايط له نږدې نه وويني.
کيدې شي چې د المان څخه افغانستان ته د لسو افغانانود سفريو فلم هم جوړ شی چې وروسته به په اروپا کې د ليدونکو نندارې ته وړاندې شی.
د دغه فلم هدف به دا وی چې هغه افغانان چې هيواد ته د تللو نيت لري ، د افغانستان د اوسني حالت سره اشنا کړي. ",داروپا څخه د افغانانو د بېرته ستنيدلو لپاره هڅه
3112,,"
",
3113,فضل رحمان کټوازی - کوريا,"
فضل رحمان کټوازی - سيول کوريا ١٠ - اپريل ٢٠٠٥ زېږديز
داديروخت مي غوښتل چي په يوه داسي حقيقت باندي څه نه څه وليکم ،خو زياتو مصروفياتو اوبعضي مسٌوليتونو دې ته نه پريښودم چي قلم راواخلم اويوداسي ورين حقيقت خپلو وطندارانو ته وړاندي کړم چي تراوسه هريوه پرې سترگي پټي کړي دي .
زه په دې نه پوهيږم چي تر څو به زموږ ړون اندي همدا شان غلي پاته کيږي ، او د هغه روښانه حقيقت انځور به د خپلو وروڼو مخي ته نه راوړي چي دا دډيري مودې راهيسي زموږ ګران ټاټوبی ورسره مخ دی .
موږ که خپل مسوليتونه ونه پېژنو د خپلو لويو ملي ګټو څخه ناخبره واوسو ، او دهغه ناپوهه نسل چي تاسي ته يې سترګي نيولي شايد د ملاصاحب د جنت په تکل يا د يو څو روپو لپاره همېشه د خپو وړونو قاتل و اوسي .
په داسي شان کړنلارو سره به د هغه دنياوي اواخروي ژوند تباه شي اوتبا کيږي . زموږ دملت بدبختي داده چي هرچاد لنډکروزر او بينز موټرونو خوند وليد اوس که ددې چوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره هرڅومره مبارزه وشي شايد زما د ( روغ ليوني ملا په فتوا) حقيقي جهاد دی .
زه د هغه ناپوهه وړونو څخه سوال لرم چي ايا يوه ورځ مو ددې ملاڅخه هم پوښتنه وکړي چي ستا اولادونه خو په امريکا ، اروپا او د اسلام اباد يا تهران په لوړه سويه مکتبونو کي سبقونه وايي ، ايا دا جهاد چي ته وايي زه يې د يوه خوار ملت د يوه داسي ملت چي ددنيا يو غريب ترين ملت دی ولي وکړم ؟؟;
ايا دا جهاد صرف پر مافرض دی ، ستا اولاد ولي جهاد ته نه راځي ، هر کله که دا پوښتنه زموږ د هغو ناپوهه کسانو سره پيدا شي نو په دې دي پوه شي چي ضمير يې بيدار شوی دی ، او نور به ددين اومذهب ددې خرڅ شويو دروغ ګويه سوداګرو په لومه کي نه راځي . څو شپې وړاندي مي د خيبر تلويزيوني چينل له لاري د اسلام د يوه داسي ټيکه دار خبر واوريد چي په جنوبي وزيرستان کي يې پر قبايلو ږغ کړی چي په ( ګومل زام ډيم ) باندي د چيني انجنيرانو اوکارکوونکو ساتنه دي وکړي ، ولي چي چين د پاکستان ډېر نژدې دوست دی .
زه نه غواړم چي ددې لوی ټېکه دار نوم واخلم، ولي چي د نوموړي نوم زما د نوم سره يو شان دی . کله کله مي زړه غواړي چي حتی دا خپل نوم مي بدل کړی وای ، دا ښاغلی مولانا فضل الرحمن دی; ، او د جميعت علما اسلام پاکستان هغه رهبر دی چي همېشه کله چي هم دده مشران وغواړي د نوموړي نه ډېره ښه استفاده کوي . د نوموړي خدمات د پاکستان لپاره ډېر زيات دي ، اوبايد همداسي هم وي ځکه چي هغه ( پاکستان ) يې هيواد دی ، اوبايد د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي .
هغه له يوه اړخه دغريبو کشميريانو د وژني لپاره د هند سره مقدس جهاد اعلانوي ، اوبيا چي کله ضرورت پېښ شي اووخت تنګ شي نو بيا د مشرانو په اجازه د هندي چارواکو د بلني څخه پرته د هند د سخت دريځو هندواڼو سره د ليدني لپاره هند ته په سفر ولاړ شي او بيا هلته پر خبرو زور راوړي ولي چي نوموړی ملي ګټي ساتي او بيا وخت ته ګوري ، نوموړي خو زموږ تاريخي اثار تباه کړل ، او يا يې د خپلو موزيمونو د ښايست لپاره خپل هيواد ته له ځان سره يو وړل ، اوس چي حکومت راغلی ولي د پېښور موزيم نه تباه کوي ، او په ټينکونو يې نه ولي ، چي دلته هم ملي تاريخي ګټي دي . نوموړي يو وار فتوا ورکړه چي د ښځي په حکومت کي حتی نکاح نه کيږي ، او دې بې نکاح ډېزلي ملا د بې نظيري په حکومت کي يوه لويه چوکۍ ترلاسه کړه ، اوحتی په ډېزلو کي د زياتي ګټي په تور په ډيزلي ملا بدنام شو .
اوس به راشو قاضي حسين احمد ته چي د جميعت اسلامي لوی مشر دی او د افغانستان په تباه کولو کي نوموړي هم لويه فريضه سرته رسولې ده !!
دلوی تجارت خو به يې څه نه وايو ، يوازي دومره به ووايو چي دې د دين ټېکه دار ملا !؟ هم د اسلام يو دايس ټېکه دار ځان بولي چي هر وخت د ملي ګټو د ساتني وخت راغلی دی نوموړي ورته لبيک ويلی اوغريب کشميريان او ځيني ناپوهه افغانان يې د خپلو وړونو سره د جنګ لپاره تيار کړي دي ، او په هغوی يې دخپلو هيوادونو تاريخ ، کلتور، او د هيواد پوهان او مشران قتل کړي دي .
د نوموړي زوی اولور د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخت دي او اوس خو يې لا لور د پارلمان وکيله هم ده ، مګر په افغانستان کي زما او ستا لوڼي اوخويندي خو پرېږده چي زما او ستا وړونه او زامنو ته يې هم مکتب ته دتللو اجازه نه درلوده .
د هغوی بايد ښوونځی مدرسه شي ولي چي افغانانو ته ددنياوي علم هيڅ اړتيا نشته ،هغه چي څومره جاهل او ناپوه وي دومره ښه جهاد کوي ، اوکه چيرته پوه شي نو بيا خو په به حقيقت ورته مالوم شي او د ملي ګټو د ساتني احساس به ورسره پيدا شي .
اوس به لږ راشو د ښاغلي حميد ګل ژوندانه ته ، زما په اند هرافغان اوس په دې ښه پوهيږي ، پاکستان ته چي څومره کار ښاغلي حميد ګل کړی دی بل هيڅ چا نه دی کړی ،
يو وخت د اسلام اباد يوه پنځه ستوري ( پايو سټارز ) هوټل ته د يوچا سره ولاړم ، هلته مي د نوموړي لور چي عظمي ګل نوميږي او په پاکستان کي د مهران بس سرويس د يوه لوی تجارت ريسه هم ده وليده ، د اغلي عظمی ( ګل ) لويدځ ډوله کوږ ووږ لباس چي مي وليد ډېر يې وځورولم ، ولي چي د نوموړي پلار خو زما او ستا ملا ته د حجاب او پردې درس ورکوي ، اوخپل ګراني لور ته يې لوېديځوال فيشن ورکړی دی .
د پاکستان لوی خدمتګار چي خپل وطن ته يې ډېر لوی خدمتونه کړي ، افغانستان يې لوټي لوټي کړی ، د خپل کور ښايست لپاره يې د افغانستان تاريخي اثار لوټ کړل .
چي خدای يې شرموي نو يې داسي شرموي : څه موده مخکي مي په پاکستاني مطبوعاتو د جنرال حميدګل مرکه ولوستله ، چي نوموړي په نصيرالله بابړ تورلګولی و چي د نوموړي په کور کي د افغانستان څخه لوټ شوي لوغوني اثار اوس هم شته ، دې حقيقت چي زما اوستا د ملا غوږونه اوس نه وي خلاص کړي څه وخت به يې خلاصوي !؟
د بابړ حالت اوس تر دې حده رسيدلی چي څه موده مخکي يې د خيبر تلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل چي په افغانستان کي رهبر نشته ، او حتی چي زموږ ولسمشر کرزی صاحب يې هم ياد کړ چي هغه هم رهبر نه دی . هغه زياته کړه چي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي !
بابړ په دې مرکه کي په ډېر جرائت سره خپل پنجابي واکداران بې غيرته وبلل اوزياته يې کړه چي د هند پنجابيان اوس ددوستۍ خبري کوي دې هندواڼو ددوی ښځي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي او اوس دوی ورسره خبري کوي .
اوس قضاوت تاسو درنو لوستونکو ته پرېږدم ، تاسو قضاوت وکړ ئ، چي زما او ستا ملا صاحب څه کوي ، او د نړۍ ملايان څه کوي ؟
ګرانو لوستونکو !
دغه څو کرښي چي مي وليکلې دا مي يوازي د خپل هغه ملي او اسلامي احساس له مخي وليکلې چي ډېر مي ځوروي ، او همېشه دا سوچ راسره پيدا کوي چي زما ملا زما وينه ده ، زما د وطن بچی دی ، هغه ولي د پردو په دې ناولو لومو کښي راګير شي ، اوولي دي خپل وطن لوټي لوټي کړي ، ولي دي خپل وروڼه د يوه او بل په نوم ووژني ، زما د ملا سره ولي د خپل هيواد ملي احساس نشته ، تر څو به په خپل ګرېوان کي نه ګوري ، او خپل احساس ا و مسوليت به ويده ساتي !؟
اوس به راشو زموږ د کليوالو خلکو سوچ ته ، دوی خو دا سوچ کوي چي هر څوک پاچا شي هغه ته بيا پيسې په خپل راځي ، اوهغه خو د پيسو مشين لري ، ګرانووطنوالو داسي نه ده ، حکومت چلول دا کوم اسان کار نه دی دا هغه وخت نه د ی چي ددنيا خلک د يوه بل نه ناخبره وو ، اوس د Globalization وخت دی ، د ټولي دنيا څخه يو کلی جوړ شوی دی هر هيواد په خپله پوره نه دی ، بيا زما اوستا غريب هيواد چي ٩٠ په سلو کي وګړي يې بې زده کړي دي نه خپل حق پېژني او نه د پردي .
دا به څرنګه وکولای شي چي خپل هيواد وساتي ، ددې لپاره د نړيوالو مرستو ته اړتيا شته ، او که چيرته نړيوالي مرستي نه وي هيڅ امکان نشته چي ما اوتادي خپل ګلشن سمسور کړو ،زما اوستا ګاونډی هيواد پاکستان هم ددنيا په مرستو چليږي ، او د دنيامرستي دي چي حتی د يوه هيواد بهرنی سياست په بدلون کي لوی لامل ګرځي ، زه اوته که په رښتيا سره ملي او اسلامي ګټو او مسوليتونو ته درناوی وکړو نو زما او ستا د ابدالي بابا دا تاريخي کور به هم جوړ شي . لکه څرنګه چي مو د روسي ښکېلاک په وړاندي مبارزه وکړه اود ټولي نړۍ تېره بيا امريکا متحده ايالاتو مرستي مو ومنلې که هغه مرستي راسره نه وای ايا زما او ستا په توره به څه کولای شول !؟
د نړۍ سره هم زما او ستا د کور اوعقيدې کوم فکر نه و ، د هغوی خپلي ګټي وې ليکن کله چي زما او ستا د لويو ګټو سوال راشي نو بايد بيا خپل مسوليت اداکړو ، اواوس چي دمتحده ايالاتو په مشرۍ نړيوال طاقت په افغانستان کي پروت دی او زما اوستا سرحدونه يې د خپلو ګاونډيانو دمداخلې څخه ساتلي او زما اوستا دملي اردو پوليسو زده کړي ، تجهيزات ، او د وطن د ابادۍ په کارونو کي مرسته راسره کوي ، ولي يې دښمني وکړو ، لکه څرنګه چي د جهاد په وخت کي دې نړۍ له موږ سره مرسته وکړه ، او موږ بريالي شوو ، همدا شان اوس د خپلو ملي ګټو لپاره بايد ددې طاقتونو موجوديت قبول کړو ، او که چيري داسي ونه کړو نو بيابه هر څوک خپلي لاري درنه جلاکړي ، لکه څرنګه چي مشرف صاحب د ( سب سې پهلې پاکستان ) ياني تر ټولو لومړی پاکستان ناره ووهله ، او خپل دريځ يې دبوش په يوه ټيلفون سره بدل کړو ، زما اوستا لپاره هم ړومبی افغانستان دی !
خدای مکړه که افغانستان نه وي نه به ته يې نه به دي غيرت وي اونه عزت .
په اخير کي دخپل وطن د درې رنګه مغروره بيرغ د تل تر تله رپا او د ټولو وطنوالو د هوسا ژوند په هيله !
ددې ليکني موضوع سره اړوند د قاري صاحب هجران شعر د صالح محمدصالح په ږغ کي واورئ ",زما ملا او د پاکستان ملا
3114,,"
هجرت هنري فلم - په کابل کي
نوی افغان هنري فلم ( هجرت ) به ډېر ژر په هيواد کي دننه لومړی په کابل او بيا په کندهار کي نندارې ته وړاندي شي .
هجرت په اروپا کي د مېشت افغان کډوالو د ژوند کيسې درته بيانوي چي د خندا سره - سره ډېر دردونکی هم دی .
هجرت د هيواد د وتلي فلم جوړونکی واحد نظري له خوا د جوړو شووفلمونو څخه ( د کونډي زوی ) سريال وروسته تر ټولو وروستۍ لاسته راوړنه ده چي په هيواد کي دننه هيوادوال يې يو کال د ليدلو لاري څاري .
هجرت تر دې دمه پوري په ټوله اروپايي هيوادونو کي په څو څو ځله ښودل شوی دی ، او دادی دلومړي ځل لپاره د هيواد دننه په همدې څو ورځو کي نندارې ته وړاندي کيږي .
د نندارې دقيقه نېټۀ او پته به ډېر ژر اعلان شي .
",هجرت په کابل کي
3115,مولوي عبدالحق منصور,"
اسلام پوهنه او مطالعه
په موجوده زمانه كښي زياتره هغه خلك چي ددين څخه ناخبره دي دافكركوي چي داسلام مبارك دين يوازي دلمونځ روژې اوڅوغيبي خبرو( چي دقيامت په ورځ په څه كيږي جنت كي حوري اوجهنم كي ماران اولړمان دي ) مجموعه ده دانسان ظاهري اوباطني حالاتو ته نظر نه كوي دهرچا خوښه ده چي الله اورسول په كومه طريقه پيژني معاملات تجارت اوخلكو سره چلند په خپله خوښه كوي نه پكي دټولني داصلاح څه شته اونه ددنياوي كارونوپه اړه معلومات وړاندي كوي لنډه داچي داسلام نه دناخبرتيا په وجه داخبره ذهن ته راځي كه دتجارت لپاره لارښوني غواړې نو دنوروقومونو تقليد كوه اودټولني په جوړښت كي دزړو فلسفيانو په پل روان اوسه. چاچي اسلام نه وي مطالعه كړى هغه فكركوي چي په نړيواله كچه داصلاً داړتياوو پوره كولواو دبشري ادابواواخلاقوپه اړه اسلام كي هيڅ اصول نشته
دپورته خبرو بد اثر هم په مسلمانانو اوهم په غير مسلمو پريوتى غيرمسلمانانوته په اسلام ديو نامكمل دين ټاپي وهلوموقع برابره شوه اوبعضي مسلمانان بيا ځان په هرڅه كي دنورومحتاج ګڼي همدغه رازداسلام څخه نا خبرتياپه عامو وګړو هم بده اغيزه كړي اودا خبره لګياده په نړيواله كچه وده مومي ، په داسي حال کي چي څوك لږپه دقت سره دقرآن او حديث مطالعه وكړي داسلام په مبارك دين كي به دبشري ټولني دهرضرورت علاج اودورپيښو ستونزو حل به بيامومي پدي به اعتراف وكړي چي اسلام مونږهيڅ ته هم نه يو محتاج كړي ددې خبري ښكاره ثبوت داسلام په اړه دنورومذاهبو دپوهانو اعتراف دى .
داسلامي تعليماتو نه دخبرتيا په اړه به دلته په نږدي راتلونكي كي دعباداتو عقايدو ورځني معاملاتو اوټولنيز ژوند په اړه معلومات وګورئ .
", اسلام پوهنه او مطالعه
3116,,"
اسلام او مذهب
بېنوا ويبپاڼه د ٢٠٠٤ زېږديز کال د جولای د مياشتي پر لومړۍ نېټۀ د لومړي ځل لپاره پر ليکه شوه ، او په خپرونو يې پيل وکړ .
د يوه کال په دننه کښي د بېنوا ويبپاڼي چلوونکو د نړۍ په بېلابېلو برخو کښي دافغاني ليکوالو ، پوهانو ، ژورناليستانو ، اوعالمانو سره اړيکي ټينګي کړي ، او وخت په وخت يې د هغوی سره په مشوورو ، او دورځنيو اړتياو په پام کي نيولو سره د افغانستان د پوهي او کلتور پر شاوخوا د خپلو ملي ګټو د ساتلو ، اوملي مسوليتو نو په ترسره کولوکي هڅي کړي دي .
له نېکه مرغه بېنوا ويبپاڼي د يوه کال څخه په لږه موده کښي تر هغه ډيري لاسته راوړني لري ، دکومو چي هيلي کېدلې !
طبعي ده چي لا هم ډېر کار پاته دی ، لا اوس هم له ډېرو نيوکو سره مخامخ يو ، لا اوس هم د ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوو چي دکارونود لا سمون لپاره زموږ سره وخت په وخت همکارۍ وکړي، نيوکي وکړي ، او هيره دي نه وي ، چي که نيوکي کوي ، نو لږ تر لږه يې د سمون په برخه کي هم څه وکولای شي !
په تېرو څو مياشتو کي پر بېنوا ويبپاڼي ترټولوغټه نيوکه داوه چي په بېنوا ويبپاڼه کښي ډېر څه شته ،خو ( اسلام ) ته نه په ليکنو کي پاملرنه کيږي ، او نه په پاڼه کښي ورته ځانګړې پاڼه شوې ده .
په دې کار کي دځنډ لامل يوازي اويوازي د بېنوا ويبپاڼي دچلوونکو په پرديسۍ کي ژوند ، داسانتياوو لږوالی و ، خو اوس د بېنوا ويبپاڼي ټولو قدرمنو لوستونکو ته زيری ورکوو ، چي په بېنوا ويبپاڼۀ کښي د ( اسلام اومذهب ) په نامه يوه ځانګړې پاڼه پرانستل شوه ، چي په دې پاڼه کښي به تاسو ته د قران عظيم الشان د اياتونو تفسير اوترجمه ، نبوي احاديث اوتفسير يې ، نبوي سيرت ، اسلامي لارښووني ،اسلامي عقايد او داسي نور اړين مواد وړاندی کيږي او هڅه به کيږي چي د هغو اسلامي فرايضو په هکله مالومات خپاره شي کوم چي يو مسلمان يې هره ورځ بايد په پام کي ولري ، آو مراعت يې کړي .
دا نوې پاڼه به د هيواد يو شمېر ديني عالمان پر مخ بيايي ، او د بېنوا ويبپاڼي لوستونکو ته به د دين اومذهب په هکله د پوهاوي اسانتياوي برابروي .
هيله ده چي د بېنوا ويبپاڼي دغه نوې برخه وخت په وخت ولولئ ، او په اړه يې خپل ( نظر ) د بېنوا ويبپاڼي د خپرنيزي څانګي د برېښناليکونو پر پته راوليږئ .
",اسلام او مذهب
3117,سپېڅلی,"
٢٢ دوری ١٣٨٤
په آلمان کې دداخله متخصصينو د سردرد ضد د زياتو ټابليټونو د مصرف په هکله ناروغانو ته خبرداری ورکړې او دا خبره يې په ډاګه کړېده چې دداشاني ګوليو بې درکه مصرفول پخپله کېداې سي چې د يوې مزمني او پايېدونکي سر دردی باعث وګرځي .
آلماني خپروني د تيري پنجشنبې په ورځ د دداخله متخصص ""اووه رويتر"" څرګندوني چې په ويسبادن کې يې د داخله متخصصينو په کنګره کې کړي وې زياتوي چې که يو ناروغه په مياشت کې د ١٥ ورځو نه زيات د سردرد ضد ګولۍ و خوري نو ډاکټر بايد و ناروغه ته د خطرې خبرداری ور کړي .
اووه رويتر په دې باوردی چې د يوه ناروغه دپاره د سردرد ضد قوي ګوليو مصرف چې د څو ګټورو مادو درلودونکي دي زياتره په مياشت کې لس ورځي کفايت کوي .
دغه برليني متخصص سپارښتنه کوي چې په هغه حالاتو کې چې يو ناروغه د زياتو سردردۍ ضد ګوليو په مصرف عادت کړی وي نو ﻻزمه ده چې ډېر ژر دغه دوا ور باندي بنده او د ناروغه بدن د زهرو نه پاک کړل سي .
د اعصابو متخصص پرفسور ""هانس كريستف دينر"" د آلمان د اسن ښار نه هم خبر داری ورکړی دی چې په خاص ډول د سر دردي ضد قوي دواوو کارول چې د مورفين درلودنکي وي په دې چې د عادت باعث ګرځي اصلاً د علاج د پاره مناسب ندی .
دينر وايې چې اوس اوس په آلمان کې د خلګو په سلو کې شپېته د لنډمهاله سردرديو نه رنځ وړي .
",دسردرد ضد درمل او د ډاکټرانو خبر داری
3118,خالد هادي,"
انا لله وانا اليه راجعون
د هېواد تكړه ممثل او لوبغاړى ف. فضلي چې په افغانانو كې يې ځانګړى شهرت درلود، نن په كابل كې په حق ورسېد، چې د ماسپښين پر دوه نيمو بجو به يې له نوې كارتې (كارته نو) څخه جنازه هديرې ته وړل كېږي.
د افغاني تياتر ځلانده ستوری فضل محمد فضلي چي په ف . فضلي مشهوره وو د کندهار په لومړی ناحيه کي له نن څخه وړاندي څه د پاسه 84 کاله مخکي د ارواښاد عبدالصمد خان په روحاني کورنۍ کي سترګي پرانيستلي وې .
هغه د کندهار د لوی احمدشاه بابا په ليسه کي تر دولسمه پوري زده کړه کړې وه او د ځينو کورنيو ستونزو له کبله ئې لوړي زده کړي ونشوای کړای
ارواښاد فضلي په لسم ټولګۍ کښي و چي د تياتر دنيا ته ئې مخه کړه او خپل لومړنی تياتر چي دسمال نوميده په 1327 لمريز کال کي نندارچانو ته واړندي کړ چي د ليدونکو په تود هرکلي ئې هغه نور هم د تياتر او فنکاری دنيا ته تشويق کړ
کله چي په کندهار کي د وخت د ځينو خودغرضو کسانو لخوا د تياتر سره د مخالفت ږغونه اوچت شوه نو د هغه د تمثل کړي هم محدوده شوه ، بيلاخيره فضلي خپلي ميني او ذوق دې ته اړ کړ چي کندهار پريږدي او کابل ته لاړ شي ، هغه په 1338 لمريز کال کي په کابل راډيو کي د ډرام او ډيالوګ په مديريت کي کار پيل کړ کله چي په 1342 لمريز کال کي د پوهني نندارې په چوکاټ کي پښتو تياتر ته هم ځای ورکړه شو نو هغه په خپل هنر کي نور هم وځليد او د قهرمان پر ننداره چي د خلګو له خوا ډيره وستايل شوه د وخت د صدراعظم د يو لک افغانيو جايزه وګټله ، هغه پر دی سر بېره په خپل هنر کي د صلح همبستګي او نور مډالونه هم ترلاسه کړي وه او پر خپل هنري فنکاری برسيره ئې په خپل هنر کي په زيات شمير شاګردان روزلي دي
فضلي په مشهور ډرامو لکه لوی احمد شاه بابا ، د ډبري زړه ، دشيطان مرګ ، شهيد جادوګر ، اشتباه ، د ميوند په ياد او ډيرو نورو ډرامو کي کار کړې وو او افغانانو د يو نامتو ممثل او فنکار په حيث پېژانده اود هغه د هنري ډيالوګونو څخه به ئې ځانګړی خوند اخسته
هغه په خپل هنر كې برلاسى او د ځانګړي سبك خاوند و، كله چې په هېواد كې تنظيمي جګړې پيل شوې او افغانان يې د اور پر تبۍ كښېنول دى هم د نورو افغانانو په شان اړ شو چې پېښور ته هجرت وكړي، هورې يې د بي بي سي د نوي كور نوي ژوند ډرامه كې د جبار خان رول پر غاړه واخيست چې تر دې دمه يې په همدې رول كې كار كاوه.
موږ په داسي حال کښي چي د ارواښاد فضل محمد فضلي مړينه د هيواد په هنر او تياتر کي لويه ضايع ګنو د هغه په مړينه خپله خواشيني څرګندوو
په کندهار کي د مېشتي بېنوا فرهنګي ټولني او بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي په استازيتوب د هغه روح ته مغفرت او د هغه کورنۍ ته دپوره صبر غوښتنکی يم
په درناوي
خالدهادي حيدري
دبېنوا انټرنيټ پاڼي ويب ماسټر ",ف. فضلي د هېواد تكړه ممثل هم په حق ورسېد
3119,,"
",
3120,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان دولت په پام کې لري چې د هيواد د برېښنا د سسټم په رغولو او پراخولو کې خصوصي سکتور ته ونډه ورکړی .
اوس چې هيواد د بيا رغونې په لور روان دی ، په ټولو برخو کې برېښنا ته زيات ضرورت ليدل کيږي اود افغانستان دولت دومره امکانات نه لری چې د ټول هيواد د بريښنا د سسټم د بيا رغونې چاره تر سره کړي، نو ځکه پانګه وال همکارۍ ته رابولی.
",د برېښناپه برخه کې د خصوصي سکتور هڅونه
3121,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د عدليې وزارت له ټولو ولايتونو څخه د سلو نه زيات قاضيان او څارنوالان کابل ته بللي چې د قضايې او عدلي اصلاحاتو په هکله سره وغږيږي.
د دې درې ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ د عدليې وزير سرور دانش وويل چې د بېلابېلو ستونزو او نېمګړتياو له کبله په تېرو دريو کالونو کې عدلي او قضايي اصلاحات په ښه توګه نه دي پلي شوي.
",په افغانستان کې د قضايي او عدلي اصلاحاتو لپاره غونډه
3122,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان بانک سر له نن څخه په بازار کې د يوې، دوو او پينځو فلزي روپيو چلند اعلان کړ.
په وروستيو کالونو کې ټولې پيسي د بانک نوټ په بڼه کې وي خو نن د افغانستان بانک اعلان وکړ چې بازار ته به فلزي روپۍ وړاندې کوي.
دغه پيسي د فرانسې په هيواد کې جوړيشوي دي چې په يو مخ يې د افغانستان د دولت نشان دې او په بل مخ يې د پيسو اندازه ليکل شوي ده.
",د افغانستان بانک ماتې پيسي بازار ته وړاندې کړي
3123,منصور,"
دغسل واجبونكي :
دكوم قسم ناپاكۍ نه چي غسل لازميږي هغي ته حدث اكبر يا لويه بي اودسي وايي غسل په څلوروخبرو فرض كيږي
(١)لذت اوجوش سره دمني وتل په ويښه وي كه په خوب كي اوهرڅه وجه چي وي
(٢) دښځي اونارينه يوځاي كيدلوسره
(٣)په ښځو مياشتنۍ مريضي (حيض ) راتلل
(٤)نفاس (دماشوم پيداكيدل )
دغسل فرائض :
١ : خوله وينځل اوغړغړى كول
٢ : پوزه وينځل چي خيشوم ته اوبه ورسيږي
٣ : دټول بدن وينځل چي دويښته په اندازه ځاى هم وچ پاتي نه شي كه كوم ځائي وچ پاتي وي اوبه بهول پرى ضروري دي صرف لوند لاس راښكودل پرى نه كافي كيږي
دغسل سنت طريقه :
لومړى به دواړه لاسونه مړوندونو پور ي پريمنځى بيا به استنجا وكړى بيا به كه په بدن كوم ځاي ناپاكي لږيدلي وي هغه به پريمنځي مكمل اودس به وكړى په اوچا ځاي كيناستلو سره به غسل وكړي په ټول بدن به درى كرته اوبه واړوى دغسل نه پس به پښي په بل ځاي كي پريمنځي يادونه : غسل نه روسته دپښو وينځل په هغه وخت كي لازم د ي چي تشناب عصري نه وي ځكه استعمال شوي اوبه هلته ډنډ وي اوكه تشناب كي اوبه نه ډنډكيږي ياغسل ته دكيتاستو ځاي لوړ وي نوپښي وينځل سنت د ي دغسل اواودس لپاره پاكي اوبه شرط دي
",د ځان پرېوللو ( غسل) فرايض او سنت طريقه
3124,منصور,"
دايمان مفصل صفت :
امنت بالله وملئكته وكتبه ورسله واليوم الاخر والقدر خيره وشره من الله تعالي والبعث بعد الموت
ژباړه :
ايمان مي راوړى په الله باندي اوپه ملا ئكو دالله اوپه كتابونودالله اوپه رسولانو دالله اوپه ورځ داخرت اودخيراوشرپه تقدير چي دالله دلوري دي اودمرګ نه پس په ژوند باندي .
دايمان مجمل صفت :
امنت بالله كما هو باسمائه وصفاته وقبلت جميع احكامه اقرار باللسان وتصديق بالقلب
ژباړه :
ايمان مي راوړى په الله اوپه نومونو اوصفتونو دالله اودالله ټول احكام مي قبول كړي په ژبه اقرار اوپه زړه كي تصديق كوم دايمان مفصل شرحه حضرت امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايلي چي دايمان بنسټ دادى چي ووايي امنت بالله په ژبه اقرار چي په الله تعالي مي ايمان راوړى اوپه زړه كي دالله دوجود اويووالي تصديق وكړى اويقين ولرى چي همدا الله دعبادت لايق دى دايمان لپاره په ژبه اقرار اوپه زړه تصديق ضروري دى .كه څوك يوازي په زړه كي تصديق وكړي اوپه ژبه اقرار ونكړي دشريعت په رڼاكي موْمن نه شميرل كيږي ځكه دده په تصديق ثبوت ندى موجود وَمَلا ئِكَتهِ دملائكو په وجود ايمان درلودل غير دفرق اودشمير دتعين څخه اودا ايمان در لورل چي ملائكي نه نارينه دي اونه ښځينه بلكه يو لطيف مخلوق دى چي په مختلفوشكلونو ځان بدلولاي شي اود ايمان لرل چي فرشتي دالله تعالي هيڅ نافرماني نه كوي الله تعالي فرمائي:
لايسبقون بالقول وهم بامرهم يعملون (الانبياء 27 )
ژباړه :
دوی په وينا كي وړاندي والى نه كوي اوخاص دالله په حكم عمل كوي او فر مائي :
لايعصون الله ما امرهم ويفعلون مايوْمرون
ژباړه :
دالله تعالي دحكم نافرماني نه كوي او هغه كوي چي الله ورته حكم وكړي كومه قصه چي دهاروت اوماروت په اړه مشهوره ده دهغي نه په قراّن كي څه ثبوت شته اونه په احاديثوكي همدغه رازڅوك چي ابليس لعين دفرشتو استادبولي نو دا هم غلطه ده ځكه دشيطان په اړه الله تعالي فرمائي :
كَانَ مِنَ الجِن (سوره كهف 50)
ژباړه :
شيطان دپيريانو څخه وو وَكُتُبِهِ او دالله په كتابونو ( تورات انجيل زبور اوقراّن سل صحيفو)باندي ايمان ردلودل وَرُسُلِهِ دالله تعالي په پيغمبرانوايمان درلودل چي دالله بندګان اودبشر لارښوني لپاره راليږل شوي . دانبياء كراموپه پيغمبرۍ كي فرق نه كوو لكه چي الله تعالي فرمائي:
لا نُفَرقُ بَيٌنَ اَحدٍ من رُسُلهِ (بقره 285)
ژباړه :
فرق نه كوو په منځ دهيڅ يوه (رسول ) درسولانو دالله تعالي كي ليكن پيغمبران په درجاتو كي سره متفاوت دي الله تعالي فرمايي :
تِلٌكَ الرسل فضلنا بعضهم علي بعض (بقره 253)
ژباړه:
داټول ( دادم عليه السلام څخه تر محمد صلي الله عليه وسلم ) پوري رسولان دي فضيلت وركړى دى مونږ ځيني ته پر ځيني نورو باندي محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم ترټولو غوره پيغمبر دى حديث شريف كي راغلي ژباړه : زه به لومړى هغه كس يم چي ځمكه ورته وڅيرل شي دجنت ګاڼه به واغوندم بيا به دعرش ښي طرفته ودريږم په مخلوق كي به هيڅوك داسي نه وي چي دلته ودريږي كوم ځاي كي چي زه ودريږم واليوم الاّخر اود اخرت په ورځ ايمان درلودل داخرت دورځي څخه هغه ورځ مراد ده په كومه به چي داعمالوحساب كتاب كيږي داخرت ورځ ورته ځكه وايي چي ددنيا دورځو وروستۍ ورځ ده والقدر خيره وشره من الله تعالي خير اوشر دالله تعالي دلوري دى چاته چي فايده وغواړي رسوي اوچاته چي نقصان وغواړي رسوي دادبل چاپه توان كي نه ده والبعث بعدالموت اود مرګ نه روسته ژوند حق دى الله تعالي فرمايي:
ثُم اِنكُمٌ يَوم القِيمه تبعثون .
ژباړه :
بيا به تاسي دقيامت په ورځ راوګرځول شئ .
",دايمان تشريح
3125,دوستي فرهنګي ټولنه سويډن,"
٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز
په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي دهيواد فرهنگي شخصيت تکړ ه لوبغاړي او وتلي فرهنگي څيرې ف فضلي دڅلوراتياکلونو په عمر له پاني دنيا نه دتل لپاره سترگي پټي کړې او دافغاني فرهنگ مينه وال يې دوير پر کمبله کښينول .
اناالله وانا اليه راجعون
فضل محمد فضلي چي (( ۸۴ )) کاله پخوا دتاريخونو ،حماسواوفرهنگ په ځانگو دکندهار په ښکلي ښارکې دعبدالصمد اخندزاده په په منوره کورنۍ کښي دنياته راغلی ،هغه داحمد شاه بابا ليسه پاي ته ورسول ولي د يو لړ ستونزو له کبله چي استاد ورسره مخامخ و ونشوه کړاي تحصيل ته نور هم دوام ورکړي .
استاد هغه وخت چي زده کوونکی و د مکتب په ډرامونو کې برخه اخيسته ، په هغه وخت کښې يې دکندهار دښار په خلکو او ځوانانو کې دتکړه لوبغاړي او ممثل په توگه شهرت پيدا کړ . په ډرامونو کښي دتمثيل سره دنوموړي دزياتي علاقي پر اساس دکندهار دښارد پيژندل شوي فرهنگي څيرې جان محمد پلار توجه ځانته واړول ،پلار صاحب هميشه هغه فرهنگي او تمثيلي کارونو ته زيات هڅاوه او پدي لار کښې يې له ف فضلي صاحب سره زياته مرسته کول . دپلار صاحب په هڅونه او هغهي علاقي پر اساس چي مرحوم ف فضلي صاحب دهنر او تمثيل سره لرله له کندهار نه کابل ته ولاړ او هلته يې دوخت دراډيو سره د ((ډرام اوډيالوگ په څانگه ))کښي کار پيل کړ. په ۱۳۴۲کال دپلارصاحب په مرسته دلمړي ځل لپاره په (( پوهني نندارې )) کې په پښتوژبه د تمثيلي پارچو په ښودلو پيل وکړاو بيا را وروسته استاد دکابل دښار د نورو نندارو او تياتر سره هم دتمثيل په برخه کې همکاري درلوده . ارواښاد استاد ف فضلي صاحب که دراډيو له لاري دتمثيلي پارچو او ډرامونو په تمثيل کښي ټاکونکې برخه درلوده خو په تياتر کښي هم دهغه نقش او رول ډير ژر وځليد او استاد دف فضلي په نامه يې په ټول هيواد کې شهرت پيدا کړ.
ارواښاد ف فضلي په پښتو او دري ژبو ډرامونه او لنډ داستانونه لمړۍ راډيو بيا وروسته تياتر،او تلويزيوني پروگرامونوته ليکل چي شمير يې تر زرو اوړي . دمرحوم استاد رول او نقش دکونډي زوي فلم ته دافغان ولس په منځ کښې دومره شهرت او نوم ور کړ چي تر اوسه يې قيصي دخلکو پر ژبه دي .
دهنر او تياتر سره دارواښاد کلکه مينه وه چي استاد يې دهنر لوړو پړيو ته ورساوه ، د افغاني هنر مينه والو هميشه استاد ته داحترام او درنښت په سترگه کتل ،چي دا دکوم زور ،ټوپک او پيسو برکت نه بلکه دافغاني فرهنگي چوپړ او افغان ولس سره دهغه د هميشنۍ ميني او علاقي روښانه بيلگه وه .
استاد نه يوازي ممثل بلکه دداستانو نو غښتلی او وتلی ليکوال هم و .
کله چي دتنظيمونو لخوا په هيواد کښي دواک پر سر خونړۍ جگړه شروع شول او هرڅه که دا هنر ؤ او که فرهنگ دبي فرهنگو دټوپک اوواک غوښتني قرباني شول ، ارواښاد استاد فضلي هم دهيواد دنور وطنپرستو پشان وطن پريښودلو ته مجبور او دژوندي پاته کيدو په خاطر پاکستان ته کډه شو . هلته يې دبي بي سي راډيو سره اړيکي ونيولې او د ۱۳۷۱کال نه بيا دژوند تر وروستۍ شيبو پوري دبي بي سي (( دنوي کور او نوي ژوند )) دپروگرام سره همکار و او ددغه پروگرام له لاري يې دا يولس کاله په ټول هيواد او نړۍ کښي دافغانانو په منځ کي د(( جبار خان )) په نوم شهرت وموند.
څرنگه چي استاد هميشه په تمثيل او خپلو ليکنو کښي دټولني ناخوالي او دحاکمانو کړنو ته دگوت نيوني په سترگه کتل او په خپلو ليکنواو تمثيلي هنر کښي يې ټولنيزي ناخوالي او بې عدالتۍ په غټ زړه ورتوب او شهامت سره منعکسولې دوخت دحاکمانو لخوا دهغه هنرته زيات دقدر په سترگه ندي کتل شوي او لکه څنگه چي لازمه وه د استاد دفرهنگي چوپړ درناوی او قدر ندی شوئ ، ولي بيا هم پر ټولو سترگو پټونو سربيره استاد ف فضلي نغدي جايزې ، ستاين ليکونه ،او مډالونه ترلاسه کړي دي .
سږکال پسله کلونو کلونو داطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا دهنر په برخه کې دلس گونو کلونو دنه ستړي کيدونکې تلاښ او جوړونکې فرهنگي چوپړ په پايله کې ارواښاد ف فضلي ته داستاد لقب ورکړه شو، داستاد تر مرگ يوه هفته مخکښي دبي بي سي راډيو لخوا داستاد نه پوښتنه وشول چي تاسو ددولتي چارواکو ددغي پريکړي په هکله چي تاسو ته يې داستاد لقب درکړی څه فکر کوی هغه په فرهنگي غرور او سړه سينه وويل : (( ما ته ډير پخوا افغان ولس داستاد لقب راکړی و)) او دا يو څرگند حقيقت و .
موږ پداسي حال کښي چي دگران استاد ارواښاد فضل محمد فضلي مړينه دهيوادوالو، ا فغاني هنر او ادبياتو لپاره نه جبيره کيدونکې ضايع او د فرهنگي جونگړيلپاره ستره فرهنگي تشه بولو دهغه مرحوم دکورنۍ غړو او علاقمندانو ته دلوي خداي له درباره نه د صبر غوښتونکي يو . داستاد ف فضلي د فرهنگي چوپړ ياد به دټول افغان ولس په زړونو کښي دابدلپاره يوه تل پاتي فرهنگي او ادبي خاطره وي . داستاد روح د ي خوشحاله وي .
د ټولني دمشرتابه په استازيتوب
حبيب الله غمخور
", په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني دخواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام
3126,سپېڅلی,"
٢٣ دوری ١٣٨٤
مصنوعي سترګي و نابينايانو ته دليدو اميد ورکوي . هيله کيږي چې نابينان به ددې وسيلې په مرسته په دې و توانيږي چې د څهرو پېژندنه وکړي .
دبي بي سي د انترنيتي رسنۍ په حواله، امريکايي کارپوهانو ونابينايانو ته ديوې داسي مصنوعي سترګي طرحه برابره کړېده چې که څه هم ناقصه به وي خو و هغوي ته به د بينايي حس ورکړي .
دغه مصنوعي سترګه د يوې كمپيوتري ترېشې او د يوه ويډيويي دوربين څخه تشکيله سوې ده .
دغه ويډيويي دوربين په هغه عينکو کې چې نابينا يان يې په سترګو کوي نصبيږي او بيا په هغه تراشه کې چې د سترګي ترشا ځاي نيسي ، تړل کيږي .
کوم انځورونه چې دوربين يې اخلي هغه و تراشې ته مخابره کيږي او تراشه بيا هغه د داسي علامو په ډول اړوي چې مغز يي پېژندﻻي سي .
دغه وسيله د بالتيمور د ښار د جانز هاپكينز په پوهنتون کې پروفسور ګيسلين داګنلي طرحه کړېده .
پروفسور داګنلي د خپلي اختراع جزئيات د تيري دوشنبې په ورځ په لندن کی د نابينايانو د پاره د سلطنتي ملي موسسي په کنفرانس کې څرګند او زياته يې کړه چې دی هيله من دی پر انسان باندي به ددې وسيلې آزمايښت د يوه کال په اوږدو کې پيل سي .
که څه هم د هغو انځورونو کيفيت چې مصنوعي سترګې يې خلقوي د واقعي سترګو د انځورو سره ډېر توپيرولري، خو کوﻻي سي دومره واضح وي چې و نابينا شخص ته د څهرو د پېژندلو امکان ور کړي .
هغه نارو غان چې د نابينايې دډېر مروج عامل ياني د ( دي جنرېنشن مكولاDegeneration Macular ) باندي مبتلا دي ښايې چې ترو نورو زيات ددې پرمختيا نه ګټه پورته کړي .
دا ناروغي هغه و خت را مينځته کيږي چې د سترګي "" ژړه لکه"" ضرر وويني. ژړه لکه د شبکيې مرکزي خوا ته هغه ځاي دی چې روښنايې يا نور په هغه کې متمرکزه او وروسته بيا په مغز کې په عصبي علامو اړول کيږي .
تراشه، دکاره لوېدلي سلولونه ليري غورځوي او پاتي سالم سلولونه تحريکوي .
",مصنوعي سترګي او نابينايانو ته دليدو امکان
3127,,"
٢٣ د وری ١٣٨٤
د افغانستان په جنوب کې چارواکي واي چې د طالبانو د يو برېد په ځواب کې يې د هغوي څخه دولس تنه وژلي دي.
واي طالبانو غوښتل د خوست يوپخوانې پوځي قوماندان خيال باز شېرزوي ووژنی.
د طالبانو د دغه برېد په ځواب کې افغان اوامريکني ځواکونو طالبانو ته زياته مرګ ژوبله اړولې ده.
",په خوست کې د طالبانو ١٢ تنه وژل شوي دي
3128,,"
٢٣ د وری ١٣٨٤
افغان حکومت په هيواد کې دننه او بهر پر ټولو شتمنو افغانانو ږغ کړی چې په کابل کې د دارالامان د تاريخي ماڼۍ په بيا جوړولو کې مرسته وکړي.
د جرمني هيواد هم د دارالامان د ماڼۍ د بيا جوړولو سره په دې شرط د مرستو لپاره چمتوالې څرګند کړی چې د بيا جوړولو نه وروسته دې دغه ماڼۍ دافغانستان پارلمان ته وسپارل شی.
خو د اطلاعاتو ، کلتوراو ګرځندوي د وزارت چارواکي ټينګار لري چې بايد د دارلامان د ماڼۍ تاريخي هويت وساتل شي. ",د دارلامان ماڼۍ د بيا جوړونې لپاره هڅې
3129,مولوي عبدالحق منصور,"
امربالمعروف نهي عن المنكر
داسلام مبارك دين دخپراوي دنده الله تعالي دانبياء كرامونه پس محمدي امت ته سپارلي اوهمدغه يي ورته دبهترۍ معيار ټاكلى الله داسلام دمبارك دين بلونكي بايد ددعوت لوازماتو څخه باخبره وي اوهم بايد پدي وپوهيږي چي امر بالمعروف اونهي عن المنكر څه ته وايي ترڅو دبلني په مقصد پوهيدلى وي.
دمعروف اومنكر تعريف :
علماء كرامو دمعروف اومنكر تعريف په لاندي ډول ذكر كړى .
١ : معروف هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي ښه ګڼي منكر هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي بد ګڼي (تفسير مدارك)
٢ : هغه څه چي دقراّن اوسنتو موافق وي معروف اوچي خلاف يي وي منكر بلل كيږي (تفسير مدارك) ٣ : معروف طاعت اومنكر معصيت ته وايي (تفسير مدارك)
٤ : ابوالعاليه وايي معروف توحيد اومنكر شرك ته وايي (ذادالمسير )
٥ : هغه چي په شرعه كي ذكروي فرض وي واجب اوكه مستحب معروف بلل كيږي اوچي شرعاً منعه وي حرام وي كه مكروه منكر بلل كيږي ( تفسير مظهري جلد1صفحه ١١٤) نور بيا
",امربالمعروف نهي عن المنكر
3130,منصور,"
تيمم : كوم ځاي كي چي اوبه نه وي يا استعمال سره يي سخت نقصان وي نو هلته تيمم داودس او غسل پرځاي صحيح كيږي اودس اوغسل كي نيت شرط نه دى اوپه تيمم كي شرط دى ځكه اوبه پاكي هم دي او پاكونكي هم ددي برعكس تيمم په خاوره وي اوخاوره پاكه ده ليكن پاكونكي نه ده دابه دنيت په ذريعه پاكونكي شي ديووخت تيمم سره خكووخته لمونزصحيح كيږ ي خوچي عذر باقي وي دقراّن كريم دتلاوت لپاره په شوي تيمم لكونز نه صحيح كيږي . دتيمم ماتونكي : داودس ماتونكي تيمم هم ماتوي دعذرپه ختميدو اوداوبو په ليدلوچي په استعمال يي قادر وي تيمم ماتيږي دتيمم طريقه :تيمم كي صرف مخ اولاسونو باندي مسح كول دي نورواندامونوباندي لاس راښكودل مسح كول نشته اول به دواړه لاسونه په مځكه ياداسي يوشي چي دخاوري اثر پري موجود وي ووهى وبه يي ګوري كه خاوره پري زياته وه نووبه څنډى اوپه مخ به يي راكاږى دوهم ځل به يي بيا په مځكه ياګردجن شي باندي ووهي اوپه لاسونو به يي تر څنګلوپوري راكاږى چى هيڅ ځاي پاتي نشي همدا تيمم دى . په زخم مسح : كه په بدن زخم يادانه وي اوپټۍ پري لږيدلي وي اواوبه رسيدل ورته نقصان رسوي ياكوم هډوكى مات وي او پلستر پري لږيدلى وي نو په دغه صورتونوكي دوينځلوپر ځاي دلوند لاس راښكودو سره مسح كول . پر موزومسح : كه څوك دڅرمني موزې استعمالوي دده لپاره په موزو مسح كول جايزدي كه مقيم وي يوه ورځ اويوه شپه به مسح كوي اوكه مسافر وي درى ورځي اودرى شپى به مسح كوي موزي به دپاكوالي په حال كي اچوي مسح دهغه وخت نه شروع كيږي كله چي اودس مات كړى دمسح طريقه : دښي لاس ګوتي به لمدي اودموزودپاسه به يي راكاږى . ",تيمم - پر زخم او موزو مسح
3131,محمديوسف هيواددوست,"
د افغانستان د علمي - او فرهنګي خدمتونو مرکز ډنمارک
د افغانستان د نومیالی فرهنګیال استاد ف .فضلی د ناڅاپي مړینې له امله
په ډنمارک کې د افغانستان د علمی – فرهنګی خدمتونو مرکز (خپلواکۍ ) د خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د تیاتر او تمثیل پخوانی، مجرب، نومیالی او مسلکی شخصیت استاد ف . فضلی د۸۴ کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او په حق ورسېد.
(اناالله و انا الیه راجعون )
ارواښاد استاد فضلی د کندهار په هنر پروره خاوره کې وزېږېد،لومړنۍ زده کړې او تنکي ځلمیتوب یې د خپلې کورنۍ تر ملاتړ لاندې په هماغه ښار کې ترسره کړ،له ماشومتوب څخه یې له تمثیل او نورو هنري چارو سره ځانګړې مینه درلوده.ځوان قضلي د کندهار او شا او خوا سیمو په هنري او ادي کړیو کې د یو مطرح لوبغاړی په توګه سر پورته کړ او له هنر سره يې سارې مینې د کابل ښار ته په کډه کړ او د افغانستان راډیو د تیاتر او تمثیل له لومړنیو بنسټ ایښودونکو څخه د یو تن فعال هنرمند په توګه څرګند شو. استاد ف . فضلي په نه ستړي کیدونکي توګه د پښتو تیاتر او سینما لومړني علمی او مسلکی امکانات برابر کړل ،شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړه او د کابل تیاتر ،افغان تیاتر ،افغان نندارې ،کابل رادیو ، د افغانستان راډیو ،د افغانستان تلویزیون،افغانفلم او کابل نندارې له لارې د پښتو هنر او تیاتر د لوړتیا او پیاوړتیا لپاره نه هیرېدونکي خدمتونه وکړل ،هغه د پښتو ډرام ،ډیالوک ،پښتو تمثیل اوپښتو فلمونو لومړني معاصر بنسټونه کېښودل او دا هغه وخت وو چې پښتو دغه شان یوه تشه په خپلې هنري برخه کې احساسوله.ارواښاد استاد فضلی دغه تشه ،دغه اړتیا،دغه غوښتنه او دغه هیله ترسره کړه .په سلګونو ډرامونه یې ولیکل،په سلګونو داستانونه ،پرله پسې راډیویي داستانونه یې وکښل ،لنډې کیسې یې ولیکلې ،نظمونه یې ډرامونو او داستانونو ته جوړ کړل ،په زرګونو درامونه او داستانونه یې پرودیوس کړل ،بې شمېره تمثیلي ټوټې یې ولیکلې او هغه یې ډایرکټ کړې ،په سلګونو تیاترونه او د تمثیل صحنې د هغه په استادانه هنرې لوبو او تمثیل ښایسته شوې ،په سلګونو شاګرادان یې وروزل ،او پښتو تیاتر او تمثیل یې له سیالانو سره سیال کړ..استاد ف . قضلی پښتو تیاتر ته عمومیت ورکړ ،خلک او اولس یې ورسره لا پسې بلد کړل ،پښتو تیاتر یې په خپلو هنری سفرونو سره ګاونډیو هیوادو او نړېوالو ته وروپېژاند او د ټول افغانستان په کچه یې پښتو تیاتر او ډرام ته د لوړتیا او درنښت مقام ور په برخه کړ.استاد فضلي یوه اړتیا وه ،استاد فضلی د افغان اولس د دردونو،رنځونو ،کړاوونو،بې وزلیو،دغه راز د افغان ملت د برم او بریو هینداره وه.استاد فضلی هغه شمعه وه چې د نورو د روښانتیا لپاره بله شوې وه،خپله وسوځېده ،خو جهان یې روښانه کړ.هغه د تیاتر صحنه د افغان ملت د سرلوړیو صحنه ګرځولې وه .هغه زموږ د ملت ترانې وویلې ،هغه د انسان سندره وبولله ،هغه د پوهې نغارې وغږولې ،هغه د مینې او پیوستون ډیوې بلې کړې .استاد د پښتو تیاتر او تمثیل ستوری و،روښانه ستوری ،داسې ښکلی چې رڼا یې زموږ د لارو لارښود او د یو هوسا ،سرلوړي ،ښاد ، اوبسیا ژوند زیری راوړونکی ،دغه ستوری ولوید،زموږ جهان په بل مخ شو،هنر مو بې استاده شو،خدایه ته صبر راکړې ،او استاد فضلی په خپل کرم سره وبښې او ښه جنتونه ورپه برخه کړې .
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګی خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) ټول کارکوونکي او مینه وال ،د استاد فضلی مړینه د افغانستان فرهنګ ته یوه نه جبران کېدونکې پېښه ګڼي او په دې توګه د استاد فضلی کورنۍ ،دهغه ملګرو،د هغه همکارانو، د استاد شاګردانو او ټول افغان ملت ته د زړه له کومې
دتسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوی
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) په استازیتوب
او د ارواښاد استاد فضلي د ۲۵ کالو شاګرد محمد یوسف هېواددوست ",د پښتو تياتر او تمثيل ستوری ولوېد
3132,محمد حسن حقيار - کابل,"
محمد حسن حقيار ٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز
رمان او ناول داسلام له نظره
که دنړۍ تاريخ ته وګورو نو وينو چې،الله (ج) دا کائنات رنګين پنځولي دي ٠ دفطرت هره پديده ښکلې ده٠ يه هر باغ او چمن ،دښته او غره کې دالله (ج) دفطرت دکرشمو انځورونه وينو٠او داهم جوته ده چې،الله (ج) انسانان هڅولي دي چې، له دې ښکلا څخه خوند واخلي ددې رنګينې نړۍپه خوږوالي خپله خوله خوږه کړي څرنګه يې چې، ددې رنګينې نړۍاو په کائناتو کې له پرتې ښکلا څخه خوند اخستل روا کړي دي همدا راز يې ددې جمال او ددې جمال دپنځوونکي دجلال ستاينه هم روا کړې ده آن دا چې ،خپل بنده ګان دې کارته هڅوي هم او ددې ښکلاګانو دستاينې لپاره تر ټولو ښه موزونه ژبه دشعر ، خيال، رمان او داستان ژبه ده يو ليکوال کولى شي چې،ديو عادي وګړي په پرتله داطبيعت څو چنده ښکلى انځور کړي کوم تصوير چې،يو شاعر او ليکوال له دې فطرت څخه اخستلى شي بل څوک يې نه شي اخستلى٠ دا هم څرګنده خبره ده چې،شعر ډېر باريک فن،موشګافي ،علو او غلو يا په بله ويناپه انځورولو کې ډېر افراط ، وړاندې تلل او لوړ پردازي ده په رمان، داستان، شعر، لنډه کيسه او ناول ټولو کې ځينې وخت له ليکوال څخه مبالغه کېږي، يوه سوژه ورته پېدا شي او بيا ليکوال هماغه سوژه غزوي ، له ځان څخه کيسه جوړوي همدا راز دکيسو ، شعر او مقالو ژانرونه هم بدلون مومي ٠ څو کاله وړاندې چا آزاد يا سپين شعر او هايکو نه پېژنده خو نن هغه دى دود ګرځېدلي دي٠ ښايي دنورو ملتونو او مدنيتونو په ادبياتو کې داسې چوکاټونه وي چې ، تراوسه هم ورسره مونږ بلد ونه اوسو نو ايا شعر ، داستان ، ناول ٠٠٠دپورتنيو صفاتو او ځانګړنو په پام کې نيولو سره روا ده او که نه٠ که دې پوښتنو ته لنډ ځواب ورکړونو ښه دا ده چې، ووايو شريعت دمضمون فورم ته نه ګوري اسلام دادبياتو دژانرونو دچوکاټونو سره کار نه لري څه شى چې، په اسلام کې مهم دى او حساب پرې کېږي هغه منځپانګه او محتوى ده ٠ ښه محتوى رغنده منځپانګه، ګټور مضمون که په هرچوکاټ کې وليکل شي نو روا او ښه بلل کېږي ناوړه وينا، ټولنې ته زيان رسوونکې ليکنه هغه وينا چې، دوګړنيز او يا ټولنيز فساد او انحراف لامل ګرځي هغه که په هر فورم کې وي شعر وي که نثر، ناول وي او که رمان ٠٠٠ناروا او بد کار بلل کېږي٠ اسلا م وايي چې ، ادب او هنر بايد ژمن وي ، يوه سپېڅلې موخه او يو ګټور ارمان ولري ٠ اسلام چوکاټونو ته نه ګوري ، هدف او منځپانګې ته ګوري٠
اسلام نوښت ستايي عربانو ډېرپخواڅو بڼيز او څو قافيه ايزشعرونه منځته راوړي دي ٠ موشحات يا څو بڼيز او څو قافيه ايز شعرونه دهماغه وخت لاس ته راوړنه ده همداراز له اسلام څخه وروسته يې هم ډېر ادبي سبکونه لکه ازاد شعر، خيالي او رماني کېسې او ناولونه راوپنځول چې، په ادبي سبکونو کې يې مقامات، او په خيالي او رماني ناولونو کې دابوالعلاءمصري ( رسالةالغفران)او( الف وليلة) يا زر او يوه شپه او په ژباړه کې دابن مقفع( کليله او دمنه) يا کليليکادومنيکا ديادونې وړ دي ډاکټر علامه يوسف قرضاوي ليکي:((په اوس وخت کې مونږ هم کولى شوڅومره مو چې، وس وي ادبي ژانرونه راوپنځوو،دخپلې ګټې شيان لکه لنډې کيسې ، رمان ،ډرامې ،تمثيلي پارچې ٠٠٠دنورو له ادبياتو راوژباړو))
لکه چې، و مو ويل اسلام دا ټول مني، هڅوي يې وړاندې مو هم وويل چې شعر دافراط او تفريط ژبه ده په ستاينه او غندنه دواړو کې د شعر خپله ژبه ( له حد څخه وړاندې تلل) کارول دي خو بيا هم په خپله رسو ل الله(ص) ډېرو صحابه و،تابعينو، تبع تابعينوشعرونه ويلي دي٠ شعر يې ددليل ،شاهد او سند په توګه وړاندې کړيدى٠ حضرت علي( رض)حضرت حسان،حضرت عبدالله ابن مبارک(رض) امام محمد ابن ادريس شافعي( رح)او ډېرو نورو لويانو شعرونه ويلي دي رسو ل الله (ص) فرمايي :
١: ((ان من الشعر حکمة)) يعنې :(( رښتيا چې په ځينې شعر کې حکمت وي))
٢: ((ان من البيان سحراً)) يعنې :((رښتيا چې په ځينې بيان کې سحروي))
٣: ((ان من البيان سحراً وان من الشعرحکماً))يعنې: ((رښتيا چې ، په ځينې بيان کې سحر او په ځينې شعر کې حکمت وي))
دا چې په شعر، کيسه او رمان کې ځينې وخت داسې څه ويل کېږي چې،په حقيقت کې نه وي واقع شوي نو آيا دا دهماغو دروغو په ډله کې نه راځي چې، اسلام حرام ګرځولي دي٠
ډاکټر علامه قرضاوي وايي چې:
٤: (( نه ،دا دحرامو دروغو په ډله کې نه راځي ځکه چې،لوستونکى او يا اورېدونکى په دې پوهېږي چې ، څه ليکل شوي او يا زه څه لولم اويا اورم نودا په عمل کې واقع شوي نه دي[ داهسې يوه سوژه ده يعنې لوستونکى پرې نه غوليږي] دا دهغو ويناګانو په څېر ده چې، د حيواناتواو الوتونکو له ژبې روايت او رانقل شويدي نوځکه دا دهنري پنځونو په ډله کې راځي ٠ الله (ج)د قرآن په نمل سورت کې دمېږي او هدهد ( ملا چرګک) دوينا روايت کوي او دهغوى خبرې يې رانقل کړې دي دا په حقيقت کې دهغوى دخبروتعبير، مفهوم او يا ژباړه ده چې مېږي او ملاچرګک په هغه وخت او هغه ځاى کې له سليمان (ع) سره کړې وې او کټ مټ هماغه الفاظ او هماغه ژبه نه ده ځکه چې ،دې دواړو هېڅکله هم په دومره فصيحه، روښانه او روانه عربي لکه څرنګه چې په قرآن کې روايت شوي خبرې نه دي کړي نو په ناول او رمان کې هم ليکونکى هماغه الفاظ ليکي چې ، ويونکي په احتمالي ډول په هغه اصل ځاى کې ويلي وي٠))
نو ويلى شو چې ،دا دروغ له هغو زيانمنوونکو دروغو سره توپير لري ځکه چې دا يو تميثل دى او بل داچې ،لوستونکى او اورېدونکى پرې درښتياو باور نه کوي او ښه پوهېږي چې، موضوع حقيقت نه بلکې تمثيل او خيال دى او کله کله داسې خيالونه او له ځانه جوړې شوې کيسې دولس داصلاح لپاره ډېرې ګټورې تمامېږي، دموضوع ليکونکى ،اورېدونکو او لوستونکو ته يو درس ورکوي٠ له عبرت څخه ډکې کيسې ورته وړاندې کوي چې ،که څه هم خيال وي خو چاته تاوان نه کوي بلکې، ګټه يې ډېره وي او په شريعت کې خو په ځينو هغو ځايونو کې چې، دروغ ټولنې او وګړو ته تاوان ونه لري بلکې ورته ګټه ولري ، داصلاح لامل شي ،دشر او فساد دورکېدلو، دسولې او ثبات دراتللولامل ګرځي روا دي ٠
که يو څوک داسې يوه کيسه له ځانه جوړه کړي چې ، چاته په کې زيان نه وي دټولنې او شخص شخصيت ته تاوان نه وي خو له پند او عبرت څخه ډکه وي او خلک سمې لارې ته رابولي نو ولې به حرامه وي؟٠
٠
ماُخذونه
(١) متفق عليه
(٢) متفق عليه
(٣)بخاري ، احمد،او دامام مالک موطا)
(٤)الاسلام والفن
",رمان او ناول د اسلام له نظره
3133,سعيد لودين - کاناډا,"
غزل
شهباز رنګه نغمه کي پر هـــر تار سره روان يو
په اوښکو کي تصويره پــر انګار سره روان يو
شبنمه ته نسيم او زه نصيب له ښکلو بېل کړو
وصال يــــــوه لحظه وه نور پر خار سره روان يو
پرون چي مو خاني وه د عالم پر سر مو ځای و
نن خوار يو چي له کلي يو دستار سره روان يو
ړنده دنيـــا ده وينې نــــــه مو ويني په رڼا کي
موږ څاڅکي د رحمت يو له غبار سره روان يو
وعــــده راکه سعيــده چي تر پايه به مي مل يې
کوڅو کي د لوټمارو د سپين هار سره روان يو
",شهباز رنګه نغمه
3134,,"
دپوهنوال ډاکټر رشيد راليږنه ( ٢٢ وری ١٣٨٤ )
دهيواد دتياتر اوتمثل دنوميالې استاد فضل محمد فضلي په وير
كابل _ افغانستان
هجري نيت دودانۍ په دنيا مه كړه
ګوره خونې ديارانو چې مـيرې دي
په خواشينۍ سره مو خبرترلاسه كړ چې دهيواد دتياتر اوتمثل نوميالي هنرمند استاد ف - فضلي هم له دغې نړى سترګي پټې كړې اودپښتو هنر دغه برخه چې دنژدې څلويښتو كالو په ترڅ كې ېې ځان دده له نامه، غږ اوهڅوسره مل كړى و نوره دده له اوچت پرتم څخه بې برخې شوه. څلويښت كاله دغه نوميالې هنرمند پښتو ژبه اودرامه سره وپنځول او په دغه ډګركې يې دخلكو ، ادب اوفولكلور تنده په خپلو اداكاريو سره دزړه له كومې ماته كړه. كلونه كلونه په كليو اوبانډو كې زموږ خلك دجمعو دشپو هغو درامو ته وهوسيدل چې په هغو كې ددغه نوميالي هنرمند ونډه له شكه پرته ديادونې اوستاينې وړ وه. دده په اوچت اورساغږ كې موږ دخپلو تاريخو وياړونو اوتاريخي اتلان څيرې په خپلو يادو اوفكروكې له ځانو سره انځور اوتمثل كړې ، دده غږ و چې موږ ته يې دآدم خان دتورې اومينې كارنامه اودرباب تلپاتې شرنګى داسې راترغوږ كا چې زموږد وياړداحساس اوناچارۍ دواړې تندې يې په يوشان سره په خپله حماسي اوتراژيدي وړتياكې راخړوبې كړې ، دده غږ و چې زموږ دپانې پت هنګامه يوځل بيا په كې راژوندۍ شوه اودده غږ و چې په هره درامه اوتمثل كې يې موږ ته ديوه زيږه اووياړلي افغانى كركتر په څيره كې زموږ دخلكوماسې اوحماسې په خپله رښتينولۍ سره را تداعي كړې. دده غږ و چې موږ خپله څيره د ميوند په پراخ اواتل ډګركې په كې وليده اوواوريده .
هو، داټولې اوتردې زياتې نورې ، داستاد فضلي له نامه سره مل وې او ده موږ ته هغه څه په خپل وخت كې په ميراث راپريښودل چې دتياتر اوتمثل دلارې ديارانو له پاره به يوتلپاتې اوروښانه لارښود وي ، فضلي په خپله دغه څانګه كې دپښتوژبې له پاره دومره څه ترسره كړي چې ترډيرو پورې به دده ځاى زموږ دډرامې اوتمثل په ليكو كې خالي وې . هوخالي ...
دخوشال فرهنګې ټولني لارښوده شورااوټول فرهنګيان داستاد فضلي په ناڅاپي مړينه خپله خواشيني څرګندوي، اودپښتودرامې اوتمثل په ډګركې دده نشته والى يوه نه جبران كيدونكې ضايعه ګڼي ،له لوى او بښوونكي خداى څخه ده ته دجنتو هيله كوي اودده له كورنى اودوستانوسره په دغه ساړه اودرانه غم كې ځان شريك بولي .
لوى اوبښونكى خداى يې د وبښي
نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال
",د خوشال فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام
3135,محمد حسن حقيار - کابل,"

3136,سپېڅلی,"
٢٤ وری ١٣٨٤
دهابل فضايې تلسکوپ چې د خپل خدمت وروستی ورځي تيره وي په دې بريالی سوی دی چې دکهکشانو د کړۍ ډېر ستر انځورونه چې د لوګي غوندي اوريځې ته ورته او د دايروي شکل په څير په فضا کې ليدل کيږي، مځکي ته را مخابره کړي .
دکهکشانو کړۍ يا دايره يو ځانګړی ډول کهکشان دی چې د يوې لوی ګردي څرخ په څير دآبي ستورو نه تشکيل سوی او د هغوي په مرکز کې د ژيړ ډولو ستورو يو ه ستره هسته ځاي لري . ددې ډول کهکشانو لومړی ډله په کال ١٩٥٠ کی ليدل شوي وه.
هغه کړۍ چې ددې ځانګړو کهکشانو په ګرد چاپير کې ځاي لري، و يو خاص ډول موجونو ته ورته ده چې په سوليتن Soliton باندي ياديږي .
دا ډول موجونه د لومړي ځل دپاره په ناڅاپي ډول په کال ١٨٣٤کې جان اسكات راسل نومي يوه اسکاتلنډي مهندس کشف کړ .
راسل چې يو وخت پر آس باندي د يوې کښتۍ چلونکي مخصوص کانال تر څنګه تېرېدی په هغه ځاي کې چې د کښتيو د تم ځاي دپاره ټاکل سوی وو متوجه سو چې يو ډول دايروي شکله غوندي موجونه جوړېږي چې تر ډېر اوږد واټنه پوري خپله انرژي او شکل ساتي .
دا پېښه تر ډېري مودي پوري د ياده وتلې وه تر څو چې د ١٩٠٦ په لسيزه کې د مارتين كروسكال په نامه يو امريکايې فزيک پوه يو ځل بيا هغه کشف کړه او د هغه دپاره يې د سوليتن Soliton د نامه وړانديز وکړ او د هغه فزيکي ځانګړتياوې يې واضح کړلي .
په مسکو کې دفزيک دانرژی د موسسې د جرج پرونكو په قول، نوې کشف سوې کهکشانو ته چې د هوگ آبجكت Hoag Objectنوم ټاکل سوی دی، د سوليتن د موجو ددرې کنجه ډوله څخه دی چې دهغوي اجزاوي د اوبو يا غازو د ماليکولونو په عوض کې هغه ستوري تشکيل کړي دي چې دهغه په مرکزي هسته کې دجاذبې د قوې په مجموعې کې په ګردښ کې ده . د سوليتن ډېر ساده ډول ګردباد دي .
د تازه کشف سوي کهکشان په هغه تصويرونو کې چې دهابل د تلسکوپ په ذريعه را لېږل سوي دي د سوليتني د دايرې نه تر ټولو داسي ستر انځورونه را ښيې چې نړيوالو تر اوسه هغه ليدلي وه خو په دې انځورونو کې په ښکاره ليدل کيږي چې څو بېل ډوله د سوليتن د کهکشانونو ډله موجوده ده .
په دې توګه جوته کيږي چې دا ډول کهکشان چې د هغوي په اړه تر اوسه پوري ډېر لږ معلومات په ﻻس کې وو، د نادره کيهاني اجرامو په ډله کې نه راځي .
تاسو کولاي سی د تازه کشف سوي کهکشانو انځورونه په لاندنی فضايې پاڼه کې ووينی :
www.arxiv.org/ps/hep-th/0503167
",د کهکشانو ډېره ستره کړۍ کشف شوه
3137,,"
",
3138,,"
٢٤ دوری ١٣٨٤
د امريکا ددفاع وزير کندهار ته ورسيد
دامريکا د متحده ايالتو ددفاع وزير دونالد رامسفلډ دعراق د ليدني نه وروسته، نن سهارد چهارشنبې په ورځ په کندهار کې د مېشته امريکايي پوځيانو او پوځي واحدونو دليدو دپاره د کندهار ولايت ته ورسيد.
ويل کيږي چې هغه به د سيمي د بياجوړني د کار نه هم ليدنه کتنه وکړي .
دښاغلي رامسفلډ دا سفر چې مخکي نه وو اعلان سوی په نظر کې لري چې د کندهار نه وروسته به کابل ته وخوځي او هلته به د افغانستان د جمهور رييس ښاغلي حامد کرزی او نورو افغاني دولتي چارواکو سره و ګوري .
",د امريکا ددفاع وزير کندهار ته ورسيد
3139,,"
جلالزی - کابل
دافغانستان جمهورریس حامدکرزی وایي دولت یې عراق ته دافغاني سر تیروداستولولپاره چمتودی خولاتراوسه له ده ځخه داسي غوښتنه نه ده شوې .افغان ولس مشرحامد کرزي چي په کابل کي دامریکادمتحده ایالاتو د دفاع له وزیر دونالدرامزفلدسره ترلیدو وروسته خبري کولې وویل له امریکاڅخه یې ددایمي ملاتړغوښتنه کړې اوداوږد مهالو ستراتیژیکو مرستوددوام یې ورسره ویلی دی .ښاغلی کرزی وویل په افغانستان کي یې دامریکاددایمي پوځي اډو د جوړیدا خبره پخوالا دامریکادمتحده ایالاتوله جمهورریس جورج دبلیو بوش سره کړې ده چي دده په باورپه افغانستان کی داوږدمهالوبهرنیولاس وهنومخه ونیوله شی .
دا له کابو تیرو دریو کلنوراپه دیخواچي په افغانستان کي دطالبانوحکومت نسکورشوی هیواد ته دامریکا ددفاع وزیرنهم سفروو.",افغانستان ته امريکا ددفاع وزير سفر پای ته ورسېد
3140,,"
د اسلا م او مذهب د برخي خبرتيا
د بينوا ويب پاڼي قدرمنو کتونکو ويب پاڼه په پام کښي لري چي د محبوب پېغمبر رحمت العالمين حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د پيدايښت ( ميلاد ) په اړه معياري ليکني خپرې کړي له درنو ليکوالو او علماو څخه هيله کيږي چي که د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د زېږېدني په ليکني لري د ربيع الاول د مياشتي تر اتمي نېټې پوري د بېنوا د اړيکو پر پته راوليږي
په درنښت
دويبپاڼي د اسلام اومذهب د برخي مسول ",داسلام اومذهب دپاڼی خبرتیا
3141,,"
محمد زمان ستانكزى
د كندوز ښار
د انسان له پيدايښت سره سم د پوهونې راپوهونې وسيله ژبه نه وه د هغه وخت انسانانو به په ځانګړو زشتونو يانې حركاتو يو بل پوهول د وخت په تيريدو سره ژوندانه توپير وكړ او په پايله كې يې زبه د پوهاوي وسيله وګرځيده چې په ترڅ كې يې راز راز ژبې منځ ته راغلې ، پر مخ ولاړې او د ملتونو تر منځ د يو معياري وسيلې په توګه راڅرګندې شوې ، ورسره جوخت پښتو ژبه هم را ميدان ته شوه په ځينې وختونو كې يې وده وكړه او په بعضې حالاتو كې د نورو تر اغيزې لاندې راغله ، زمونږ ګران هيواد افغانستان د پښتو ژبې مركز دى چې له دغه ځايه بيا لوى احمد شاه بابا د هند تر نيمې وچې پورې وغوزله دا چې وكړى شو خپل دا نه پرتله كېدونكى څيز له لاسه وركړو څو ټكو ته بايد ژوره پاملرنه وشي هر پښتون ژبى بايد په پښتو وګړيږي ، ليكنې او ژباړې وكړي
له نورو ژبو يې پښتو ته او له پښتو يې نورو ته وليږدوى په دغه كار سره به وكړى شو چې خپله ژبه د تل لپاره وساتو او كه داسې ونه كړو پښتو به د نورو ژبو تر څنګ ګوډه او ماته پاتې شي
يو ځاى كې ناست ووم د پښتو په اړه مو بحث كاوو يو دري ژبي ملګري مې وويل پښتانه په پښتو نه ګړيږي نو د خدمت كولو تمه به يې له چا وكړو دا خبره په لومړي سر كې را باندې ګرانه تمامه شوه په دې سره مې ځان ګوښه او ښايسته شانته مې وژړل او دې ته اړ شوم چې قلم را اوچت او د پښتنو په دې درانه خوب څه وليكم د نورو هيوادونو خلك زيار او كوشيش كوي چې خپلې ژبې له هر پلوه غښتلې كړي مګر مونږ خپل غښتلى څيز له لاسه وركوو ، صرف په دې خبره خوښ يو چې شپيته فيصده پښتانه په هيواد كې ميشت دي خو هغه وګړي چې پښتانه دي او په پښتو نه پوهيږي
دوى به په كومه شميره كې راشي .
اې پښتنو وروڼو او خويندو ! را وچت شئ دا له خپلو نيكونو نه پاتې ميراث نورو راتلونكو نسلونو ته روغ رمټ په لاس وركړى په دې بايد وپوهيږو چې د پښتنو او ددې ژبې دښمنان په يو ډول نه يو ډول غواړي چې دا ژبه وټكوي او د تل لپاره يې له هيواده وركه كړي په همدغه اساسي قانون كې له ملي توبه وغورځيده په دې يې خوښ كړو چې ملي سرود مو پښتو دى خو تر اوسه يې كوم څرك نه لګي او پر ځاى يې د رباني تنظيمي ترانه چليږي ، په مطبوعاتو كې خو په عمومي توګه له منځه تللې او كه چيرې كوم مضمون پرې خپور شي هغه هم ګوډ او مات وي .
اې ليكولانو ! راځئ چې ويښ شو او د حمزه با با دغه شعر ته چې وايي
اغيار به وايي د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
د عمل جامه ورواغوندو ،پښتو ته كار وكړو او د نړۍ د پرمختللو ژبو په قتار كې يې ودرو او كه داسې ونه شي په لوى لاس مو خپله ژبه له منځه وړې ، نه به له دري ژبي او نه هم له پنجابي ګيله وكړو په خپل دې حالت به وژړيږو چې په پښتو نه ګړيږو نو د خدمت كولو تمه به له چا وكړو .
", پښتانه چې په پښتو نه ګړيږي د خدمت كولو تمه به له چا وكړو
3142,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
په افغانستان کې يوسلو دېرش ښځي د دايې توب ( قابلګۍ) دوه کلن کورس بشپړ کړی دی.
دا په نږدې دوه لسېزو کې لومړۍ ځل دی چې ښځي د ماشوم زيږولو په چارو کې مسلکي زدکړې تر لاسه کوي.
اټکل دی چې اته سوه نورې ښځي به په دغه برخه کې خپلې زدکړې د راتلونکي کال تر پايه بشپړي کړي .
",١٣٠ تنو ښځو د دايې توب کورس بشپړ کړ
3143,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
په جلال اباد کې د ډيجيټل ټليفون يوه دستګاه پرانيستل شوی ده.
د مخابراتو وزارت واي چې په پام کې لري شا وخوا پنځه زره ټليفونونه په دغه ښار کې ګډونکونکو ته وه ويشي.
د دغه ټليفوني دستګاه په فعاله کيدو سره به د جلال ابادد ښاريانو لپاره د انټرنيټ اسانتياوې هم برابري شي.
",په جلال اباد کې ډيجټل ټليفون
3144,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
د افغانستان د لاري پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د نل ليکي غځولو سره د اسيا پرمختيايي بانک موافقه وکړه ، او دغه پروژه يې عملي وګڼله .
د پاکستان د تيلو وزير امان الله جادون پرونۍ پريکړه د درې واړو هيوادونو لپاره يو ښه خبر وباله.
د اسيا پرمختيايي بانک دغه پايلي ته رسيدلی دی چي دغه پروژه يوه عملي پروژه ده ،او په عملي کېدلو سره به يې ترکمستان ، افغانستان او پاکستان درېو واړو ته ګټۀ ورسيږي .په دغه غونډۀ کي چي د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز يې مشري کوله ، د ترکمنستان دتيلو اوګازو وزير امان ګېلدي ، او د افغانستان د کانواو صناعيو وزير ميرصديق برخه لرله .
شوکت عزيز وويله دګازو دغه نل ليکه چي ١٦٠٠ کيلو متره اوږدوالی لري د سيمي تر منځ به اقتصادي ګټي او همکارۍ لا غښتلي کړي .
",د اسيا پرمختيايي بانک د پايپ لاين پروژه عملي وبلل
3145,مولوی عبدالحق منصور,"
امام ابوحنیفه رحمه الله دایمان نه روسته داعمالوسزااوجزاذکرکوی حساب کتاب داعمالووزن جنت اودورخ حق دي نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی تسلی ورکوي چي دکفارودکفرسرکشۍعناداوکفر پروامه کوه مونږبه ورسره کوو.ثُمّ اِنّ عَلَیٌنَاحِسابهم (غاشیه 26)ژباړه : بیشکه زمونږپه غاړه ددوۍ حساب دی دقیامت په ورځ داعمالو تلل حق دي الله تعالی فرمايي والوزن یومَئذن الحق (اعراف 8)ژباړه : اوپه دغه ورځ د(اعمالو)وزن حق دی اوفرماییوَنَضَع الموازین الٌقسط لیوم القیامة فلا تظلم نفس شیئا (الانبیاء 47)ژباړه : اوکیږدو تله دانصاف لپاره دقیامت په ورځ ظلم به ونه شي په هیڅ نفس دقیامت په ورځ به دهر انسان نیک او بد اعمال به تلل کیږي دچاچي نیک اعمال درانه شي کامیاب اودچاچي نیک اعمال سپک اوبدیی درانه شي داکس هلاک شوالله تعالی فرمایی فاَمّا من ثقلت موازینه فهو فی عیشة ٍراضیة واما من خفت موازینه فامه هاویة ( قارعه 6تر9)ژباړه : دچاچی دنیکو اعمالوتله درنه شي نوهغه به په ښه ژوندون وي چی راضي به وي اودچاچی د(نیکو) اعمالووزن سپک شی نو دده ځای به هاویه وی (هاویه ګرم اورته وایی )اوفرمایی : فمن ثَقلت موازینه فأولئک هم المفلحون ژباړه : دچاچی دنیکواعمالوتله درنه شی نوهمدوۍ کامیاب دي مسلمان ته دقیامت دورځی په حساب کتاب داعمالو په تول ایمان لرل پکار دی داعمالو تول به څنګه وی ؟دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه هغه وفرمائیل اَلصُحُف کتابچی به وي چی نیک اوبداعمال به پکی لیکل شوی وي . اوس نوپه خپل ګریوان کی کتل پکاردي چی ماپه خپله زندګۍ کي کومه تله درنه کړي ده دنیکو اعمالو اوکه دبدو؟ که نیک اعمال زیات وی بایدنورهم کوښښ وکړی اوپه تیرو نیکواعمالودالله تعالی شکر وویستل شي که بد اعمال زیات په نظر راشی توبه ویستل اوپه اینده کي دنه کولوعزم پکاردی جنت دالله دنعمتونو اورحمتونو ځائ دی داسی نعمتونه چی نه سترګولیدلي نه غوږونواوریدلي اونه دچاپه خیال کی راغلي دا عقیده لرل پکاردي چی جنتونو لاپخواالله تعالی خپلو نیکانو بندګانو لپاره جوړکړي. قرآن کریم کی الله تعالی فرمائی اُعِدت للمتقین ژباړه : تیار شوی لپاره دپرهیزګارانوجهنم دالله دقهر اوغضب ځای دی پخوا تیارشوی اوڅوک چی دالله نافرمانی کوي اوکافران دی هغه به پکی اچول کیږي الله تعالی دجهنم په باره کي فرمائی اُعِدت للکافرین (آل عمران 131)ژباړه : (جهنم ) دکافرانو لپاره تیارشوی ",دقیامت دورځی حساب جنت اوجهنم
3146,مولوی عبدالحق منصور,"
مولوی عبدالحق منصور
اسلام اوبشری حقونه
په نړۍ دجهالت توري لړی خپری وې هرلورته کینه بغض حسد اونفرتونه وو په وړو خبرو لسګونه کاله دښمنۍ کیدی یودبل دوینوتږی اودمالونو يي وږی وو نه نارینه محفوظ وو نه ښځینه ورور دوروردښمن ووپلاردځوۍ او....لورخور خوچاپه انسانانو کی هم نه شمیرله تاریخ وګورۍ دچاپه کورکی به چی انجلۍ پیداشوه ژوندۍ به یی خښوله .مذهبونه اودینونه موجودووخودومره حدته دتحریف اوبدلون ښکارووچی اصل یی له منځه تلی وو هرڅوک دخپلی خوښی وو هو ! دسلام مبارک دین نه مخکی داټولی خبری موجودی وی الله تعالی دنیا ته دمحمد عربی صلی الله علیه وسلم په شکل کی رحمت راولیږه نبوت یی ورکړ قرآن یی ورکړ خلکو ته یی خدایی وروپیژانده دتیارو څخه یی خلاص اورڼاته یی راوستل دهرچا حق خوندی شودبشري حقوقو بنسټ یی کیښود مسلمانان يي دیوبل روڼه وګرځول دخپل منځی مینی اومحبت درس یی ورکړ . دالله دلوری ایات نازل شوانّمَاالمؤمنون اخوتژباړه : ټول مومنان سره ورونه دي اسلام حکم کوی چی جنګونو اوعداوت څخه ځان وژغورۍ یوبل سره مرسته وکړۍ دیوبل ضرورتونه پوره کړۍکه داسیونکړۍ نوتاسی به کامل مړمنان نه یاست محبوب فرمايی من لم یهتم بامورالمسلمین فلیس منهم
ژباړه : څوک چی دمسلمانانواړتیاوی پوره نه کړي ددوۍ څخه نه دی اسلام کي دژوند حق :دکائناتومالک په ناحقه دبل بشروژنه حرامه بولی اوڅوک چی داسی کاروکړی دهغه په اخرت کی جهنم اودنیاکی دمقتول په بدل کی دهنده وژنه ده ترڅودنوروژوند محفوظ شی الله فرمایی وَلکم فی القصاصِ حیوة ژباړه : تاسی لپاره قصاص کی ژوند دی په کومو هیوادونوکی چی دمرګ په بدل کی قصاص نه وی دوژنوشمیره پکی څومره زیاته وی خوکه یواسلامی عمل حکم عملي شوټولنه دمرګ دګواښ څخه ژغورل کیږی اسلامی ټولنه کی داموالوتحفظ:لکه څنګه چی دانسان ژوند قیمتی دی همدغه راز يي مال هم ارزښتناک دی باید ساتنه یی وشی دبل مال دخوراک څخه موقرآن په لاندی الفاظومنعه کوی ولاتأکلوااموالکم بینکم بالباطل ژباړه : خپلومنځوکی مو مالونه په ناحقه مه خورۍ دحجۍ الوداع په موقع نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خپله هراړخیزه خطبه کی دبشری حقونوپه اړه وفرمایل ای خلکو !ستاسو وینه ستاسومالونه اوستاسوعزتونه په یوبل داسی حرام دی لکه نن ورځ چی پدی ښارکی ددی میاشتی حرمت دی هرمسلمان دبل مسلمان وروردی څه چی پخپله اغوندۍ هغه ته یی هم واغوندۍ څه چی پخپله خورۍ په بل وروریی هم خورۍ ....داسلام دبشری حقونوپه اړه دامشت نمونه خروار مثالونه ووکه بشری حقونوپه اړه داسلامی اووضعی قوانینوپرتله وشی وبه پوهیږوچی یواځی اسلام دی چی دبشراوټولنی حقونه یی خوندی کړی
لدی روسته به ان شاءالله په ځانګړي توګه دبشری حقونوپه اړه معلومات وړاندی کوو ",اسلام اوبشری حقوق
3147,خيبر – ماسکو ٢٥ وری ١٣٨٤,"
خيبر – ماسکو ٢٥ وری ١٣٨٤
د روسيې غږ راډيو: په عراق كې د ملګرو ملتونو د موسسي د وسلو د لټوني د څارونكو ډلي پخواني مشر، هانس بيلكس، په همدي ورځو كي يوه ډيره پام را ګرځوونكي اعلاميه خپره كړي ده. هغه په دغه اعلاميه كې وايې چې پر عراق باندي د امريكي د متحدو ايالتونو د بريد اساسي لامل تيل و.
په دي اړوند د روسيې يوه سياست پيژندونكي، ويكتور ناديين رايفكسي، څو ورځي مخكې د «روسيې غږ راډيو» سره په يوه مرکه وويل:
په واقعيت كې د امريكي د متحدو ايالتونو ټول كړه وړه تر هر څه د مخه په نړۍ كې د خپلو مالي او اقتصادي گټو پياوړي كولو ته متوجه دي. او په لومړي سر كې د تيلو ګټو ته .
د واشنګتن هلي ځلي د هغه څه جوړولو ته متوجه دي، چې امريكايان يې د امريكي د متحدو ايالتونو لپاره د انرژۍ د تامينولو په ساحه كې د امنيت د سيستم په نامه بولي. او نن ورځ له تيلو او ګاز پرته د انرژۍ داسي سرچيني نه ليدل كيږي چې غټ حسابونه پري وشي.
د امريكي متحد ايالتونه، پر دي باور لري چې دوی يوازنی هيواد دي چې د نورو د اداره كولو وس ور سره شته. او لكه چې ښكاري په همدي دوي داسي ګڼلي چې د دي لپاره ډيره مناسبه موقع په لاس ورغلي چې د تيلو د نړيوالو سرچينو د خپلولو په خاطر بي رحمانه مبارزي ته لاس واچوي. او په همدغه لاره كې لومړني ګام، پر عراق باندي بريد وګرځيد. نو ځكه، هانس بليكس، كله چې د دغه بريد پر عواملو غږيږي، په حقه دي.
وياند: چې داسي ده، نو د امريكي د متحدو ايالتونو د دغو ګن شمير اعلاميو مفهوم څه دی، چې ګوا كې دوی د عراق او نورو هيوادونو د ديموكراتيزه كولو هڅه كوي؟
ځ: د ديموكراتيزه كولو خبري، دا يوازي پرده ده. پر عراق باندي د امريكې بريد په دې پلمه وشو چې ګوا كې عراق د ډله ييزي وژني وسله لري. خو كله چې څرګنده شوه چې دغه ډول وسله په عراق كي نشته، نو د يرغل د پټولو لپاره نوي پرو پاګنډي پرده وړاندي شوه. د استبداد پر ضد او د ديموكراسۍ په خاطر مبارزه. اوس واشنګتن نه يوازي د عراق، بلكي د ستر منځني ختيځ او د نړۍ د نورو سيمو د ديموكراتيزه كولو د ضرورت خبري هم كوي. د واشنګتن دغو ديموكراتيزه كوونكو پر عراق سر بيره، ايران، سعودي عربستان هم تر خپلي پاملرني لاندي نيولي دي او په همدي ځای كي هم د تيلو ګټي په ډاګه ښكاري. خو په پاي كې دا هم بايد وويل شي، چې د امريكي د ستراتيژي جوړونكو كارونه هغسي هم پر مخ نه ځي لكه چې دوی يې پلانوي . دا دي څه د پاسه دوه كاله كيږي چې په عراق كې د امريكي د نيواك پر ضد مقاومت روان دي او پای يې تر اوسه نه ليدل كيږي .
",پر عراق د امريكې د بريد اساسي لامل
3148,قريب الرحمان سعيد - ناروې,"
استاد قریب الرحمن سعید (ناروې) ٢٦ وری ١٣٨٤
اوسلو پوهنتون د ټولنيز اقتصاد عالي انستيتوت
",د هیوادد اقتصادي څرنګوالي په هکله یوه لنډه شننه
3149,,"
٢٦ د وری ١٣٨٤
د جرمني په کولن ښار کې د افغان فلمونو فسټيوال پيل شو.
په دغه فسټيوال کې نږدې ٢٦ افغان فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي.
فيسټيوال د اپريل د ١٤نيټې څخه تر ٢٤ نيټې پورې د المان د کولن په ښار کې د(فلم هاوس) په سينما کې داير شوی دی چې په کې دافغانستان ددننه او بهر څخه فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي.
",په جرمني کې افغان فلم فسټيوال
3150,هدايت الله هدايت - استراليا,"
هدايت الله هدايت ـ استراليا
١٥ – اپرېل – ٢٠٠٥ زېږديز
دسړې جګړې د ختمېدونه لږ څه باد ډېرو داسي انګېرل چې حتي پخپله امريکا به دنړۍ د هغو ګواښونو او تهدېدونو د سرچينې څخه مطمئنه نه وي کوم چې ځانته يې متوجه ګاڼه . امريکا ته به ښايې دا ګواښونه اووېري د پخواني شوروي اتحاد د ډېرو سترو زروي وسلو دزېرمو پاتې والی يا د چين په بېړه پرمختيا اويا د هر ي بلي نړۍ والي ستونزي نه چې وو را پيدا سوي وو.
خوددې سړې جګړې نه باد په يوه ټاکلې موده کې، امريکا خپل ټول ا صلي زور او توجه د نوي ډول وسلو د جوړولو و پراختيا او د موشکي دفاع و سپر ته را وګرځاوه څو په دې ډول و کوﻻي سي د خپلو ستراتيژيکو سيالانو نه پر مخ وﻻړ سي .
دنړۍ يواځنۍ ځبر ځواک په کال ١٩٩٩ په اروپا کې د خپل موقف په ټينګېدو سره د کوزوو جګړه پېل کړه څو په ستراتژيک لحاظ روسيه تر فشار ﻻندي راولي خوپه دوه زرم کال کې بيا بوش ادعا وکړه چې چين د هغه ستراتژيک سيال او رقيب دی .
په واقعيت کې ددې ټولو نه دا خبره جوته کېږي چې ښايې امريکا به د خپل اصلي دښمن په پېژندلو کې ترديد درلودی . خوپه نيويارک او واشنګټن کې دکال ٢٠٠١دسپتامبر د يولسمي پېښي امريکايي چارواکي غافلګيره او د پېښو مسير ته يې بدلون ورکړ.
دسپتامبر ديوولسمي تروريستي ناورين و امريکايي چارواکو ته دا سبق ورکړ چې دې هېواد ته لوی ګواښ پوځي لوی ځواکونه نه بلکه حتي د امريکا ستراتژيک دښمنان هم نسي کوﻻي و امريکا ته يو کارنده ګواښ و ګرځي . خو غير دولتي تروريستي سازمانونه په رښتيا هم کېداې سي چې د يوه ډېر ستر تهديد په څېر ځان را ښکاره کې .
د بوش د ادارې نوي سخت دريزه او محافظه کاره سلاکاران چې د داسي يوې لويي خطرې سره يې د مخامخ کېدو انتظار نه ﻻره خپله نړېواله ستراتژي يې په يوې ځانګړي تګلاري باندي سمباله کړه او خپله توجه يې د خپلو ستراتژيکو رقيبانو څخه د تروريسم او دډله ايزي وژني و سلاوو ته را واړوله کوم چې هغه يې و خپل ځانته د ډېرجدي ګواښ په توګه و باله .
د سپټامبر ديولسمي نه باد د ""بوش دکترين"" را ښکاره سو. امريکا د "" د شرارت محور"" او د ""مخ نيوونکې"" ستراتيژۍ طرحې راميدان ته کړې . د تروريسم سره د مقابلې اصل يې د زروي وسلو د پراختيا د مخنيوی او د "" ياغي هېوادونو"" پر اصلاح باندي و تاړه . ددې دکترين پر اساس امريکا پر افغانستان او عراق باندي خپل پوځې بريد پيل کړ او د خپل پوځې ځواکونو پر بيا جوړوني او پياوړتيا او بهر ته يې دامريکايې ځواکونو پر لېږلو باندي نوې کتنه و کړه .
دې دکترين و امريکا ته دا توان ورکړ څو په مينځني ختيځ، مرکزي آسيا، جنوبي، ختيځه او شمال ختيځه آسيا کې خپل سياسي او پوځې نفوذ زيات کړي ، د خپل عکس العمل ځواک په هغو سيمو اوهېوادو کې چې په لوي لاس يې پخپله بې ثباته او نا آرامه کړي وه ټينګ کړي او خپل د "" لويې مينځني ختيځ"" اصلاحي کړنلاره و ميدان ته را وباسي .
دغه ټوله ټکې ددې ښکارندويه دې چې د واشنګتن د تروريستي ضد کړنلاره "" دځان نه ددفاع"" د چوکاټ نه را وتلې او د ناخوښو رژيمو په بدلون پسې يې را اخيستې دي .
دامريکا دغه کړو وړو په ځانګړې توګه د فارس د خليج او د کوزوو د جګړو نه وروسته داوښودله چې امريکا د سړې جګړې نه باد خپل ذهنيت نه دی بدل کړی او اوس هم د پټ او ښکاره ګواښونو سره د مقابلې په خاطر دپوځي وسېلو نه کار اخلي . په واقعيت کې د بوش ددکترين فلسفه نه ددموکراسی داصولو رعايت بلکه د زور نه پر استفادې باندي تکيه ده . يعني داچې امريکا بايد د پوځې لحاظه هومره طاقت ولري څو پر ټوله نړۍ يې د خپل نفوذ سايه خپره وي . ځکه نو عجيبه نه برېښي چې دبوش ادره اوس هم دا هڅه کوي چې پرعراق باندي خپل يرغل او په دې اړه د امريکا سياست سم وښيې او هغه بر حق وګڼي .
خو کوم څه چې دلمر غوندي روښانه ده هغه ددې جګړي په هکله دنړېوالو ډېرکارنده منفي غبرګون دی .
امريکا له پوځې پلوه پر عراق بری وموند خو په دې هېواد او عربي نړۍ کې يې ځان د سولي په راوستلو کې دډېرو ستونزو سره مخامخ کړ. ددې سره سره چې دواشنګټن سياست ددې باعث وګرځېد چې ډېري پېچلي قومي او مذهبي اختلافونو ته زور ورکړي او ددې هېوادو ستونزي د خپلي خوښي پر سناريو او سمت باندي رهي کړي ، خو دعراق په اړه يې د خپل سياست دوام وعربي او اسلامي نړۍ ته دا پيغام ورکړ چې د امريکا غوندي يو ځبر ځواک هغوي د ددموکراتيکو اصلاحاتو په بهانه تر هدف لاندي راوستلاي سي . دې باور نور هم د اسلامي هيوادو او امريکا تر مينځ دډېري پراخي خوابدی او وارخطايې موجبات برابر کړی دي .
اوس خود دم درحاله دعراق علاج و واشنګټن ته په يوې ډېري جنجالي موضوع باندي تبديل سوی دی . دجنوري پر اته وېشتمه سپيني ماڼۍ په ډېره بيړه په عراق کې واګي و يوه مؤقت دولت ته و سپارلې . وروستنۍ ټاکني هم په ظاهره داسي ښيې چې ګني خيرو خيريت دی. خو د داشاني واک سپارل وضعي ته بدلون نه ورکوي او ان هغه ﻻ نور هم د زيات کړکېچ خواته ټيل وهي . اوس هم د امريکا يو لک و پنځه دېرش زره پوځيان د عراق په ډم کې بند پاتې دې او ددې هېواد د پوځيانو مرګ ژوبله هم ورځ په ورځ زياتېږي .
دعراق جګړې په نړېواله کچه د ويټنام دجګړې نه زياته دامريکا څېره کرغېړنه وښودله . حتي پخپله بوش کله چې دخپل اروپايې انډيوال انګلستان په سفر بوخت وو د خلګو سره يې د مخامخ لېدو مخ نه درلودلی.
پرعراق باندي د پوځې بريد د هماغه لومړنيو چمتو کېدو نه راهيسي بيا د جګړې نه باد ياني د بيا جوړوني تر وخته پوري هيڅکله هم دومره لوي او ډېر دردناکه بېلوالۍ د امريکا او د هغه دعنعنوي اروپايې انډېوالانو په مينځ کې نه وو راغلی. تېر کال ځېنو امريکايې تحليلګرانواو سياست پوهانو په دې اړه خپلې نېوکې راپورته کړې . ددوی نه ډېرو په دې باور وه چې بوش د خپلې مخنيونکی استراتژۍ په کارولو سره و نکړاې شوه چې په غوره توګه د هغو ګواښونو سره مقابله وکړي کوم چې د امريکا و مخي ته پرتې دي .
خو ددې سره سره د بوش ادارې و هغو غم لړلو استراتژيو ته مخه کړه چې د تاريخ په اوږدوکې يې د ډېرو امپراطوريو سرونه خوړلی دی .
تاريخ او دامپراطورانو افسانو دا ښودلې ده چې د بوش ﻻره سمي پاېلې نسي لرلاي بلکه دامريکا امپراطوري يې دډېرو نورو نا امنيواوبې بندوباريو سره مخامخ کړېده چې کېداې سي د کاملي نابودی تر کندي پوري يې ټيل وهي .
لکه څنګه چې د هاروارد د پوهنتون يو استاد وايې چې د امريکا د ځواک د تئوری لوي پارادوکس دادی چې په نړۍ کې د سياست صحنه ډېر بدلون موندلی دی اوان ډېر طاقتوره هېوادونه به ﻻ و نسي کړاې چې خپلو اهدافوته د پوځې ځواک اود روم دامپراطوری د ورته ميتودونو په کارولوسره هغه ته ځان ورسوي .
دامريکا د نوی محافظه کارانو پرخپل سر او يکه تازه سياست په نړۍ کې د قدرت او نړېواله نظامونو انډول له مينځه يووړ. ددې دو کالو پېښو دا وښودله چې د عراق جګړه يوه جبري جګړه نه بلکه يوه اختياري جګړه وه . پدي ډول اوس نو بايد د مخنيونکي جګړې اصطلاح د امريکا د ملي امنيت د فرهنګ څخه ليري کړل سي . همدارنګه دې جګړي د تروريسم سره د مبارزې په اړه د نړيوال ائيتلاف هغه لومړنۍ جذبه له مينځه يو وړه او هغه يې پڅه کړه . د امريکا په مقابل کې د اسلامي نړی قهر او غضب د عراق د جګړې نه باد را وپارېدی، ان دا چې دډېرو رسنيو په قول دالقاعدي و تروريستي ګروپ ته د نوېو غړو د جذب باعث سوه . همدارنګه په نړيواله کچه د تروريستي فعاليتونو اندازه کمه نه بلکه د پخوانه ﻻ ډېره زياته شوه .
د عراق د بيا جوړوني لپاره چې د نړېوالي مرستي غوښتنه را پورته سوېده يوځل بيا يې دا په ډاګه کړه چې په ننۍ شاربل سوې نړی کې په يواځې توګه تلل اوو هر څه ته د خپل ديد د زاويې نه کتل نسي کوﻻي چې ونړېواله مسئلو ته د حل يوه مناسبه ، متمدنه او ديموکراټيکه لاره پيدا کړي .
په داسي حال کې چې په ننۍ نړۍ کې يو تر بل او خپل مينځې اړيکې ژوري رېښې پيدا کوي او دهر هېواد ګټي د نورو هېوادو د ګټو سره غوټه کېږي ، ددې نوې پېړۍ په پيل کې پرعراق باندي يرغل او پر هغه باندي دجګړې تپل په نړۍ واله اړېکو کې يو ډېر منفي مثال وو . دا ځکه چې د جګړو خوارۍ تر خوښيو ډيري دي . دنړۍ د انسانانو لوي لښکر به و يوه ځبر ځواک ته هيڅکله دا اجازه ورنکړي چې نړيواله ټولنه دي په خپل پوځې طاقت سره د خپلو لويې غوښتنو و رابللو ته مجبوره کړي .
په عراق کې د امريکا او سنۍ حالت ددې خبري ښکارندوي دی چې کله د يوه ځواکمن هېواد دسلطې مفکوره دهغه هېواد د طبيعي حدود نه را ووزي او سر واخلي نو څومره ستري ناخوالي اولويې ستونزي را زېږه وي . هغه ستونزي چې نن سبا امريکايي چارواکي ور سره مخامخ دي هغه دنورو دګواښونو څخه نه بلکه پخپله دامريکا د غرور او فرعونيت څخه نشئت کړيدی . که څه هم امريکا داسي افسانې په سر کې لري چې ګني يوېشتمه پېړی به دامريکا پېړی وي خوتحليلګران په دې باور دي چې هيڅکله به و هغه ته و نه رسيږي .
په دې نوي پېړۍ کې د نړی عام ولسونه د ټولو سترو ځواکونو نه غواړي چې په ګډه اوپه يوه سالمه او سوله ائزه چاپيريال کې، د علم او تکنالوژۍ په پياوړتيا او شريکولو کې ديوې نړيوالي عادلانه ټولني د جوړلو په خاطر دهيوادو په مابين کې دسولي او دوستۍ لاري پرانيزي او د پوځې وسله والتوب ، رقابتونو ، لويې غوښتني او تشدد نه د بشريت دبقاء او سوکالۍ په خاطر ﻻس واخلي .
",دامريکا اندېښنې اونوي ستونزي
3151,,"
باختر اطلاعاتي اژانس - کابل ٢٥ وری
د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت فرمان
د اطلاعات او کلتور او توريزم وزارت د وړانديز ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکي ادارې د تائيد سره سم د جمهوري رياست له خوا په نوموړي وزارت کښي لاندنۍ ټاکني شوي دي :
- نجیبه مرام د نړيوالو مطبوعاتو دمرکز ريسه ، د مطبوعاتو د عالي شورا د غړي په توګه
- محمد شریف ازمان د ازادو مطبعو د تصدۍ دريس په توګه
- توریالی حاحي د هيواد ورځپاڼي د ريس په توګه
- اجرالدین اقبال د ملي راډيو تلويزيون د اسلامي ښووني دامر په توګه
- عبد الواحد د ملي راډيو تلويزيون د مبسر په توګه",داطلاعاتو اوکلتور په وزارت کي نوي ټاکني شوي دي
3152,,"
هالنډ٢٧ - وری
په جرمني کي د افغان فلمونو فستيوال او ( هجرت )
داپرېل پر ١٤مه نېټۀ د جرمني د کولن ښار کي دافغاني فلمونو فستيوال پرانستل شو ، دغه فستيوال دنوموړي ښار د ( فلم هاوس ) له خوا جوړ شوی او پر مخ بېول کيږي .
په نوموړي فستيوال کي چي داپرېل تر ٢٤ پوري به دوام لري ٣٠ - افغاني فلمونه د نندارې لپاره په پام کي نيول شوي دي .
ديادولو وړ ده چي په دغه فستيوال کي دافغانستان د سينما زړې اونوي لاسته راوړني نندارې ته وړاندي کيږي ، د نوو افغاني فلمونو په کتار کي به داپرېل پر ١٨مه نېټۀ نوی افغاني هنري فلم ( هجرت ) هم نندارې ته وړاندي شي .
په پورته يادو شويو دېرشو افغاني فلمونو کي چي په دې فستيوال کي به د افغانستان د سينما استازيتوب کوي يوازي هجرت د هيواد په ملي او رسمي ژبو ( پښتو _ دري ) جوړ شوی ، او پاته ٢٩ ټوله په دري ژبه وړاندي کيږي .
د افغاني فلمونو د فستيوال لپاره په لاندي پتواړيکي ټينګولای شئ :
Kِlner Filmhaus ∙ Maybachstr. 111 ∙ 50670 Kِln ∙
Fax 0221-222710-99 Tel 0221-222710-15/20
E mail: kino@koelner-filmhaus.de
",دجرمني د کولن په ښار کي د افغاني فلمونو فستيوال
3153,ډاکټر سبحان هاتفي - کليفورنيا,"
ټوله شپه مي ياره ستا په غم ژړلي دي
ته ولي راته وائې چي تا کم ژړلي دي
په ډير خواشينۍ سره بايد وويل شي چي د څه د پاسه د يوې پېړۍ راهيسي او په ځانګړې توګه په وروستيو درې لسيزو کي د پښتنو سيمي او پښتانه بې له کوم جرم څخه زيات وځپل شول . پښتانه په ډله ايزه توګه د ژوند د نعمت څخه محرومه کړل شول ، پښتانه د خپلو کورونو نه د وژني ، وهلو او ټکولو سره وايستل شول او په ځينو برخو کي د پښتنو مالونه تالا او په ناموس ئې تېری وشو .
د پښتنو مشران په بمونو او راکټونو ووژل شول ، د پښتنو ښادۍ او ودونه په وينو ولړل شول ، پښتنه ناوې د خپل خاوند کور ته د تګ په لاره کي شهيده او په وينو لړلې ډولۍ ئې هديرې ته يو وړل شوه د پښتنو تنکي زلميانو او کوچنيانو پداسي حال چي په لوبو اخته ول دبمباريو او راکټونو د اورولو له امله د بدن غوښي په هوا کي خپرې شوې ، د پښتنو په سرونو کي ميخونه ټک وهل شوه ، سترګي ئې وايستل شوې او غوږونه ئې پريکړل شول .
او هغو چي په سهېلي برخو کي ددې ناورينو ، ناخوالو نه ژوندي پاته ؤ د خپل سردساتني لپاره د خپل پلرني سيمو پرېښېدو ته اړ او په ډله ايزه توګه د افغانستان سويلي سيمو ته کډوال شول ، چي نن د د سپين بولدک ، ژړې دښتي کمپونو او نور ځايونو کي د نامعلوم ژوند شپې او ورځي تېروي .
ترهغه ځايه چي ما دا کمپونه وليدل دا خواره کډوال شوي پښتانه هلته په ژمي کي د يخنۍ او په اوړي کي د مارانو د چيچلو څخه مري ، د ملګروملتونو راپورونو کي ددې بالجبره کډوالو شمېره ٤٠٠٠٠څلوېښتو زرو تنو ته رسيده .
ملي ژبه چي دملي پيوستون يا ملي يووالي راوړلو کي اساسي عنصر دی د بده مرغه د افغانستان پلازمينه کابل کي په دولتي دفترونو کي د پښتو ويل جرم ګڼل کيږي او داهم وليدل شول چي څوتنه پښتني ځوانان چي په بله ژبه نشو ږغيدلای د پاکستاني په نامه د مرګ تر پولي وټکول شول ، د پښتنو ميليونونه کتابونه په اور وسوځول شول ، پښتو د راډيو تلويزون او اخبارو څخه په بشپړه ټوګه وايستله شوه ، کابل کي ١٣٠ ورځپاني ، مجلې او نور ي خپروني منځ ته راغلې چي صرف ٥ ـ ٧ ېې په پښتو دي او بس .
بې له کومي دقيقي سرشمېرني نه د ستميانو او شورا نظار د ډلو لخوا نړيوالو رسنيو ته د پښتنو نفوس چي د ٥٥٪ څه تر ٦٢ ٪ پوري وي هغه ئې د څلويښت نه کم ښودلي . دا ځکه کابل ښاري څانګو کي په تذکره کي د پښتون کام پرځای پښتون ئې تاجک ښودلی .
د تش په نامه بيارغوني کي پښتني سيمي په دې بهانو چي هلته امينت نشته هلته القايده او طالبان اوسي هيڅ کار ورته ندی شوی پداسي حال کي چي د پښتنو سيمي ټولي لکه د برلين ښار د دوهمي نړيوالي جګړې پای کي د خاورو سره برابري شوي دي ، د راپورونو پر اساس د دوهمي نړيوالي جګړې وروسته د افغانستان پښتني سيمو باند ي زيات بمونه اچول شوي دي او د بده مرغه دا لړۍ تر ننه پوري دوام لري .
مشهور متل دی ( پوهنه رڼا ده ) خو ددې رڼا نه پښتنې سيمي بې برخي دي هلته د پښتني ضد ډلو د پوهني وازرت ئې په قبضه کي و او دا پروپاګنډې کولې چي پښتانه د تعليم سره ضديت ښيې . د بلي خوا د يوې دسيسې په اساس څرنګه چي پلان و چي کابل د پښتنو نه تش کړي د څو لسيزو راهيسي عملاً په کابل کي د پښتنو انجونو او زامنو لپاره يو د لمړنۍ او يا لوړو زده کړو ښونځي وجود نه درلود دا له دې امله و چي پښتانه قصداً بېسواده وساتي اوس يې نو دا ډنډوېه پيل کړې ده چي پښتو ويونکي او غير پښتو ويونکي پښتانه ، معلومه نه ده چي راتلونکي کي به پښتانه به څه نومونو بېلوي .
دا چي ضد پښتني ډلي د پردو په پيسو په خپلو خپرونو او ويناو کي د پښتنو باباګانو ،مشرانو ، نيکونو ته سپکي سپوري وائې دا پدې دليل چي د پښتنو وياړني له منځه يوسي د تاريخ پيښي د ځان په ګټه بدلي کړي ددې ټولونو نه موخه داده چي د ګران هيواد ملي هويت له منځه يوسي او دا ټولو ته جوته ده چي بې هويته هيواد او ملت باندي هرڅوک تېرې کوي . او هغه د ځان بولي ، چي دا غميزه نن د پښتونخوا په سيمه کي په ټول قوت سره پر مخ ځي .
نن چي د ساينس او ټکنالوژي نړی ده د پښتني ضد وګړي حتی د فلمونو نه د خپل کرغېړن پلان د پاره کار اخلي په دې ورستيو وختو کي زيات ليدل کيږي چي ټول بدکاره ، ناوړه او منفي رولونه پښتنو ته ورکوي تر څو نړې ته وښيي چي پښتانه داسي بد کاره ناپوه خلک دي . په کتابونو کي هم د هغوی ټول ناروا او منفي کارونه پر پښتنو تپلي دي .
ددې ټولو ناخوالو ، نادودو او جفاګانو سره بيا هم دوئ په ټولي بې شرم سره پښتون قام غاصب ، فاشيست ، بيسواده او بې تمدونه بولي . تر هغه ځايه چي د تاريخ په مخونو کي ليکل شوي دا سيمه د زرګونو زرګونو کلونو راهيسي د پښتنو سيمه ده او پښتنو په خپل سرښيندنو دا سيمه ساتلې ده او که چيري کوم فاتح نوري سيمي نيولي هغه هم دپښتنو د توري د شرنګ له برکته ؤ . ولولئ چي د سلطان محمود غزنوي د وخت يو شاعر دا مسئله په خپل شعر کي څرنګه راوړې ده .
ترک و نامردو و دانګل له جنګه
زه پښتون ولاړ د سلطان تر څنکه
سوال دادی چي اخير تر څه وخته به موږ داسي در په دره ، لوږي ، بربنډه بېسواده پاتي يو ؟ . او تر څو به زموږ ځوانان په يو او بل نامه وژل کيږي يا په جيلونو کي د زولنو سره شکنجه کيږي نن موږ ټول پدې پوهيږو چي د منطق او استدلال دوران دی .
پښتنو ستاسو توره او ټوپک د تاريخ په اوږدو کي د يرغلګرو څټه وايستله . خو نن زمانه بدله شوې راځی چي دخپلو پلرونو او نيکونو د هغه خدای ورکړي اهليت اولياقت د رعايت او پوهي نه په ميراث اخستلو سره کار واخلو او په سوله ايزه ټوګه خپل حقه حقوق تر ﻻسه کړو ، مهتماګاندي ددې سياست څخه په کار اخيستلو سره انګريزان د بهارت څخه وايستل .
دسوله ايزي مبارزې سره نو څوک نه شي کولای پر موږ د القايده يا طالب ټاپه ولګوي . دا پرحقه پاڅون د کوم امتياز غوښتني لپاره نه بلکې د حق غوښتني په خاطر وي ، ټول بايد ځانونه په دې پوه کړو چي حق غوښتنه زموږ طبعي حق دی او حق غوښتنه امتياز غوښتنه نه ده . دا خوځښت بايد ډله ايز وي نه په ځانګړې ټوګه ، په ځانګړې توګه مبارزي تل ځپل شوي دي نو دډيرو سوچونو او ژورو رو څېړنو نه زه دې پايلي ته ورسيدم چي :
دپښتنو د توکمي جرګې د جوړولو وړانديز ټولو پښتنو او په هيواد دننه څه چي بهر هم وکړم .
جرګه د پښتنو په تاريخ کي يو منل شوې باصلاحيته مرجع ده ، دجرګې غړي د پوهو ، پخو او ريښتنو خلکو څخه ټاکل کيږي ، دجرګې غړي بايد د پښتونوالي په ټولو اصولو او مقرراتو وپوهيږي که چيري مسئله ملي بڼه ولري نو د ټول هيواد څخه جرګې ته استازي رابلل کيږي چي په هغه صورت کي ورته لويه جرګه وائې .
دپښتونولۍ جزائي حقوق دومره په غور سره وضع شوي چي هيڅ قانون به ونه کولای شي ورسره سيالي وکړي دلته دا څرګندونه ضروري بولم چي ارواښاد بېنوا د پښتونولي په اړه کړې .
(( پښتونولي د بشريت عامي ښېګڼي اود اسلاميت لوړ اخلاق دي ))
کله چي پښتنو جرګه وټاکله نو بشپړه صلاحيت هم ورکوي او هيڅوک نشي کولای د جرګې د پريکړي نه سرغړونه وکړي ، نن چي پښتون قام د تاريخ په خورا حساسو شېبو کي قرار لري لازمه ده چي د تدبير نه کار واخلي اودپښتنو توکمي نړيواله جرګه دي جوړه کړي او بيا دا جرګه د پښتون قام په استازيتوب سره د پښتنو غمجن حالت د کابل د ادارې مشر ، د ملګرو ملتونو استازواودامريکې چارواکو سره مخامخ خبرو اترو لپاره مطرح کړي ، هغه مسايل چي زما له نظره مطرح شي دا لاندي ټکي دي :
١ : ـ پښتون قام چي په په افغانستان کي غوڅ ډيره کي دي په کومه ګناه د هغو سيمي بمباري او خلک ئې وژل کيږي .
٢ : ـ ولي پښتانه صرف د پښتو ويلو په جرم په جيلونو کي اچول کيږي او سزاګاني ورکول کيږي .
٣ : ـ د تاسو د اساسي قانون په اساس پښتو ملي ژبه ده ولي پښتو د حکومتي ادارو ، راډيو تلويزيون او اخبارو څخه ايستل شوی .
٤ : ـ څرنګه د افغانستان پلازمينه کي يو لمړنۍ ښوونځۍ د پښتنو ماشومانو لپاره نشته .
٥ : ـ تعلمي نصاب بايد ٥٠ ٪ انډول مراعات شي .
٦ : ـ دپښتنو سيمي ولي عمداً او قصداً ويجاړي ساتل کيږي د بيا رغوني پرګرامونه هلته بايد پلي شي .
٧ : ـ مطبوعات د تنګ نظرو متعصبو له منګلو نه خلاص شي .
٨ : ـ نند پردو ځواکونو ددايمي شتوالي خبري اوريدل کيږي پدې هکله جرګه پريکړه وکړي .
٩ : ـ دپښتنو د حقه حقوق نه دي سترګي پټي نه شي کار دي اهلي کار ته وسپارل شي
١٠ : ـ بهرنۍ سفارت خوني دي د يوه کلي او يوې سيمي له وګړو د قبضې څه خلاص او د ملت پوهو مسلکي خلکو ته وسپارل شي .
ډاکټر سبحان هاتفي
P.O.Box 331 – ALAMEDA,CA 94501 شمالي کلفورنيا ، متحده ايالات
",د پښتنو توکمي جرګې جوړول ديوې ټولنيزي اړتيا له مخي !
3154,منصور,"
سورة البقرهسورة البقره مدنی سورة دی ۲۸۶ایاتونه اوڅلویښت رکوع لريبسم الله الرحمن الرحیم
الم (۱)ذلک الکتب لاریب فیه هدی للمتقین (۲)الذین یؤمنون بالغیب ویقیمون الصلوة ومما رزقنهم ینفقون(۳)والذین یؤمنون بماانزل الیک وما انزل من قبلک وبالآخرة هم یوقنون(۴)اُلَئِکَ علی هدًی من ربّهم واُولئک هم المفلحون(۵)ژباړه :ددی حروفو په معنی الله عالم دی (۱)داکتاب نشته هیڅ شک پده کی (دغه کتاب )دپرهیزګارانولپاره لارښوددی (۲)هغه کسان چ یایمان لرونکی دي په غیبو باندی اوقایموي (سم اداکوي ) دوۍ لمونځ اوهغه څه (مال)چی مونږورکړی نفقه کوي یی (۳)اوهغه کسان چی ایمان لري دوۍ په هغه کتاب چی تاته نازل شوی اوپه هغه کتابونوچی لتا نه مخکي نازل شوی اوپه آخرت دوۍ یقین لري (۴)دغه کسان دالله له لوری په هدایت دی اوهمدوۍ کامیاب دي (۵)لنډتفسیر : الم داحروف مقطعات دی چی په معنی باندی الله تعالی عالم دی څوک وایی دادالله اورسول ترمنځ یوپټ راز دی چي مونږته دبعضی حکمتونوله وجی ندي راښکاره شوي ذلک الکتب لاریب فیه پدی کي هیڅ شک نشته چی داکتاب دالله دلوری ندی بلکه خالص دالله دلوري دی ټول مضامین یی ریښتیني اوواقعی دی هدیً للمتقین (۲)له دغه ځایه دقرآن کریم تراخره پوری د(اهدناالصراط المستقیم) ځواب دی چی دبندګانوله خواغوښتل شوی وه قرآن هغه کسانوته لارښیئ چی دالله تعالی ویره اوخوف یی په زړه کی وی هغه به ضرور دخواوبدو پلټنه کوي اودچاپه زړه کی چی دالله خوف نه وی هغه به دبندګۍ سره څه علاقه اودعذابه څخه به څه اندیښنه ولری ؟الذین یؤمنون بالغیب تراخردایت پوری هغه شیان چی ددوۍ له عقل اوحواسوڅخه پټ دی لکه وحدانیت ،رسالت ،حشر نشر،قیامت ، حساب کتاب ،ملائک ،جنت اودوزخ دغه ټول دالله اورسول دارشاداتوسره سم اویقینی کڼی ددی څخه څرګنده شوه چی په غیبو ایمان نه لرونکی دهدایت له فیضه محروم دی .دصلوة اقامت نه دلمانځه په وخت اوادابوسره اداکول مراددی والذین بما انزل الیک ..تراخردایت پوری په تیرایت کریمه کی دهغه کسانو یادونه وه چی مشرکین وو اوپدی ایت کی الله داهل کتابو(یهودواوعیسایانو) یادونه کوی بدله یی په لاندی ایت کی ذکرکیږی اُولئک علی هدی من ربهم تراخردایت پوری .پورته دواړه ډلوته هدایت ورپه برخه شواوپه اخرت کی به خپل مراد ته ورسیږی څرګنده شوه څوک چی دایمان اونیکواعمالوڅخه بی برخی وی دنیا او آخرت دواړه یی برباد دی(تفسیر عثمانی ) ",سورة بقره (اول درس)
3155,مولوی عبدالحق منصور,"
عن انس رضی الله عنه قال قال رسول الله ﷺ مَنْ احَبّ انْ یُبْسَط لَهُ فیْ رِزْقِهِ اَوْ یُنسالَهُ فیْ اثرهِ فلیَصلْ رَحِمَهُ (متفق علیه ) ژباړه : نبی کریم ﷺ فرمایلی څوک چی غواړی رزق یی زیات اواجل یی روسته شی نو خپلوانو سره دی خپلوی کوي شرحه : پورته حدیث شریف کی خپلوانو سره دخپلوۍ حکم شوی .کورنۍ ته په ټولنه کی زیات ارزښت حاصل دی کورنۍ په اصل کی دانساني ټولنی لومړۍ خښته ده په همدی کلي اوښارونه جوړیږی نوکه دکورنۍدخلکوترمنځ څومره ناسته ولاړه زیاته وی په همغه اندازه به یی مینه اومحبت هم زیات وي نوځکه الله ﷻ دخپلوانو دحقونوپه پوره کولوزیات زور راوړی نژدی خپلوانو ته یی په میراث کي پوره حصه مقرر کړې اوبارباریی تلقین کړی چی خپلوانو سره مرسته کوۍ دحدیث څخه څرګندیږی چی څوک خپلوانو سره دخپلوۍ نه کولوپه وجه پّ ټولنه کی فساد پیداکیږي اوداهم څرګندیږی څوک چی خپلوانو سره خپلوي نه کوی اللهﷻ یی دخپل رحمت څخه لری کوي مسلمان باید خپلوانو لپاره هررازقربانۍ څخه ډډه ونه کړی که هغه بدسلوک وکړي نو مایوسه کیدل نه دي پکار اوهمغه شان نیکی کول پکاردي نبی کریم ﷺ ته یو کس راغی اوعرض یی وکړ چی ای دالله پیغمبره چی زماڅه خپلوان دي زه ورسره تعق ساتم خوهغوۍ یی ختموي زه ورسره نیکي کوم هغوۍ راسره بدکوي زه ورسره نرمي کوم اوهغوۍ سختي کوی نبی کریم ﷺ ورته وفرمایل که ستا خبره رښتیاوي نو وپوهیږه چي هغوۍ ګناهګاردي اوترکومی چی ته ورسره نیکی کوی الله به ستا مرسته کوي دپورته حدیث څخه څرګنده شوه چی خپلوانوسره په خپلوۍ کولو الله تعالی خوشحالیږي دخرڅ کونکي په رزق کي فراخی راولی اوعمر کی برکت اچوي . ",درزق فراخی اوداجل روسته والی
3156,منصور,"
محمد مصطفی ﷺ دربیع الاول دمیاشتی په نهمه نیټه دفیل په کال ( هغه کال ابرهه دفیلانوسره زریعه په کعبه حمله کړي وه ځکه ورته دفیل کاا وایی )دبنی هاشموپه کورنۍ کي زیږیدلی دی چی دمولانا محمدسلیمان منصورپوري اودفلکیاتو ماهر محمود پاشادڅیړني مطابق ۲۲اپریل ۵۷۱م سره سمون خوری دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دپیدایښت سره څولویی واقعی رامنځ ته شوی دکسری دماڼۍ ۱۴کنګر ی (شاهی ماڼۍ)راوغورځیدی دمجوسیانو عبادت خانه کی هور مړشواودبحیره ساوه په غاړه کنیسی ړنګي شوی ( فقه السیرت محمدالغزالی ص ۴۶)کله چی محبوب صلی الله علیه وسلم وزیږیده نوعبدالمطلب ته یی دلمسي زیری ولیږه عبدالمطلب راغی اولمسی یی کعبی ته ویوړ هلته یی دالله شکرادا اودعایی وکړه بیایی دعربودرواج مطابق په اومه ورځ سنت کړ(ابن هشام جلد۱ص۱۵۹) دحلیمی په کور کي : دعربو خلکوبه خپل بچیان درضاعت لپارره کلیوالو علاقوته لیږل ترڅوقوي هم وی اوفصیحه عربی یاده کړي نبی کریم صلی الله علیه وسلم یی دبنی سعد قبیلی حلیمه بنت ذؤیب ته دشیدوورکولولپاره ورکړ حلیمی سره دنبی کریم صلی الله علیه وسلم برکات : حلیمه وایی رضاع لپاره دماشوم په لټه کی مکی ته راغلم ماسره می څښتن هم وو اویوه سپینه خره اویوه اوښه وه نه زماپه سینه کی شوده وو اونه اوښی یوه قطره شوده کول ټوله شپه می دخپل ماشوم (عبدالله بن حارث)دجړادلاسه خوب ونه کړ زمونږپه ډله کی نوری ښځی هم وی محمد به چی چالیده نه به یی اخسته ځکه هغه یتیم وو ماواخسته دشپی خپل تم ځای ته راغلو زماپه سینه کی دومره شوده پیداشو چی داړه ماشومان یی ماړه کړل داوښي په تیونو کی شیدی پیداشوی ملګروبه می راته ویل تاډیرمبارک ماشوم راوستی څه وخت چی خپلو کورونوته ستنیدوزماهغه کمزوری خره دټولی قافلی څخه وړاندی روانه وه بنی سعدکی شنه واښه نه وو خوزماپسونه اومیږی به دمحمد په برکت مړی راستنیدی حلیمه وایی محمد ډیرپه چټکتیالویده ددوه کلونوپه پوره کیدلومی خپلی موآمنی ته راوست خوزړه می پری نه کیده دغه وخت په مکه کی طاعون ووپه همدی بهانه می بیا ددوه کلونولپاره بنی سعد ته بوته ",دنبی کریم صلی الله علیه وسلم زیږیدنه
3157,,"
٢٧ وری ١٣٨٤ جلالزی کابل
دروان کال دډسمبرپه یویشتمه به له افغانستان څخه د ترکمنستان داوبلن گازدنل لیکي غزولو عملي کارپیل شي .
دافغانستان دمعادن اوصنایع د وزیر میرمحدصدیق په وینا داپروژه به چي له ١٩٩١ نونس سوه یونویم کال راپدیخوا خبري ورباندي کیږي لږ تر لږه په پنځوکلونوکي بشپړ او په سلوکي سل فعاله شي .دترکمنستان، افغانستان اوپاکستان ترمنځ داوبلن گازدا نل لیکه ١٦٨٠ یوزرو شپږ سوه اتیا کیلومتره اوږده ده .دچارواکوپه وینا دنل لیکي اوه سوه پنځه دیرش کیلومتره به یې دهرات فراه او کندهار په خاوره کي د سهيلي پښتونخوا مرکز کويټي ته تيريږي .په همدی اړه ځو ورځي مخکي دافغانستان دمعادن اوصنایع وزیرد پاکستان په پلازمینه اسلام ابادکی د( تاپ ) ياني ترکمنستان ،افغانستان او پاکستان ) په غونډۀ کي ګډؤن وکړ .ده کابل ته له راستنیدو وروسته وویل له پاکستاني اوترکمن سیال لوري سره ترلیدو وروسته یې د افغانستان له لاري دنل لیکي دغزیدو او له دې لاری افغانستان ته دکابو دری نیم سوه ملیونه امریکایي ډالرو د مالیې ورکولوخبره پخه کړه .پدې پروژې باندي څه باندی درې زره افغان انجنیرانواوکارگرو ته کارورکول هم په پام کي نيول شوي .افغان لوری پاکستان اوترکمنستان ته په افغانستان کی دامنیت له پلوه بشپړ ډاډ ورکړي چي دوی کولای شي دلته خپل کارپیل کړی .خوددوی ترڅنگ به زرهاوو مزدورکارانو ته هم کارونه پیدا شي اونوري خبری به یې په دوبي کي د دریوغاړو ترمنځ لسمه غونډه سپیني کړي چي اتکل شوی روان دوبی به جوړه شي .
", ډسمبر پر ١ ٢ مه به دترکمستان ګاز د نلليکي کار پيل شي
3158,,"
جلالزی کابل _ ٢٧ وری ١٣٨٤
په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي ایتلافی ځواکونوعمومي قومندان جنرال ډیویډ بارنووایي په څو راتلونکومیاشتوکي به القاعده تروریستان اومشکوک طالبان د یولړ سترو بریدونوپه کولوسره خپل فعالیتونه چټک کړي .خو دایوازي د طالبانو ماتي اوکمزوري ښکاري چي غواړي دعامه ذهنیتونو او مطبوعاتوله لاري خپل شتوالی ثابت کړي .جنرال ډیویډ بارنو دافغانستان ددولت له خوا دملي پخلایني دپروگرام پلوي وکړه ډیویدبارنو وای داسي اسنادپه لاس کی شته چی ښيي تراوسه دطالبانودرهبرۍ غړوپه شمول گڼ شمیرلوړپوړي اوټیټ پوړي کسان له دې پروگرام سره یوځای شویدي .په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي کابواتلس زره امریکایي اوایتلافي ځواکونه فعالیت کوي .دافغانستان پاکستان ترمنځ دالقاعده دتروریستي شبکې فعالیت هغه مسله ده ددواړو غاړودولتونه یې په وړاندي مبارزه کوي .په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي ایتلافي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډبارنو وایي تیره اونۍ یې دتاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره دتاجکستان اوافغانستان ترمنځ په گډه پوله په شته ستونزو لکه امنیتي مسایل اودمخدروموادو قاچاق خبري کړي .جنرال بارنو وویل راتلونکې اونۍ به په عین مسله دپاکستان له ولسمشر جنرال پرویزمشرف سره یاده کړی .
",دطالبانو او القاعده د سترو بريدونو وړاندوينه
3159,حقمل,"
په لسګونه تنه وسله واله عراقي ښورښيانو بغداد ته څېرمه د ابو غريب پر نامي زندان باندي يرغل کړی دی.
دامريکا پوځ ددې خبر په تاييد اعلان وکړ چې امريکايې سر تېرو وښورښيانو ته ځواب ويلي او اوس يې په دې زندان کې نظم ساتلی دی.
ويل کېږي چې د ابو غريب د زندان په دې يرغل کې د څلوېښتو نه تر شپېتوتنو ښورښيانو برخه اخيستې وه . يوه مسئول چارواکي دا هم ويلي دي چې دا يوه ډېره لويه او سازمان سوی بريد وو.
ځيني رپوټو نه وايې چې په دې بريد کې٤٤ امريکايې سرتيري او١٢ تنه بنديان ټپيان سويدي.
دا حمله په داسي وخت کې تر سره سوه چې هم عراقي چارواکو او هم امريکايې لوړ کچو به ويل چې د جنوری مياشتي د ټولټاکنو نه را وروسته په دې هېواد کې د زور زياتی لمن را ټوله سوېده.
اوس اوس دابو غريب په زندان کې څه ناڅه ٣٠٠٠ بنديان شته او پر سږ کال دامريکايانو د ناسم او رسوا سلوک په وجه ددې بندې خاني ناوړه خبرونه او رسوايې ان د ټولې نړۍ د خبرنو په سر خط کې ځاي نيولی وو.
",دابوغريب په زندان کې وسله واله نښته
3160,,"
",
3161,,"
١٥ د وری ١٣٨٤
افغانستان د ١٣٨٤ کال لپاره پرمختيايې بودجه اعلان کړي ده.
دغه بودجه چې څه د پاسه څلور ملياردو ډالرو ته رسيږي، درېمه برخه به يې د امنيت په چارو لږول کيږي.
د بودجې يوه لويه برخه د افغانستان بيا رغونې او پرمختياته بېله شوي ده خو د ماليې وزير ويلي چې حکومت به د هغو پرمختيايې پروژو اختيار ونلري چې امريکا او اروپايې ټولنه ورته پېسي ورکوي. ",افغانستان د ١٣٨٤ کال بودجه اعلان کړه
3162,سپېڅلی,"
١٦ دوری ١٣٨٤
دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص
د سينسيناتي دپوهنتون څېړونکې په دې نيژدې وختوکې داسي يو ډول پروتيين موندلي دي چې د پښتورګو د ناروغيو په اړه تشخيص کوي . د سينسيناتي د ماشومانو دشفاخانې د طبي مرکز څېړندويان په دې هکله وايې چې دغه پروتيين چې NGAL نوميږي د پښتورګو د ناروغۍ په هکله ډېر روښانه او منلی تشخيص را وړاندي کوي. د medlineplus انترنيتي رسنی په حواله ددې پروتيين نه په استفادې سره کېداي سي چې د څو ساعتو په اوږدو کې د پښتورګي تکليف تشخيص او په تداوی يې ﻻس پوري سي. دا په داسي حال کې تر سره کيږي چې د نني آزمايښتو دپاره لږ تر لږه د يوې نه تر درو ورځو پوري وخت په کار دی . په داسي يو بېړني تشخيص سره اوس کېداي سي چې په ډېره چټکتيا اوپه ډېر لږ مصرف او د بري په ډېر لوړ اطمينان سره څوک په دې و توانيږي چې د پښتورګو د ناروغۍ علاج وکړي . اوس د هغو ناروغانو دجملې نه چې بستري کېږي په سلو کې پنځه او د هغو نورو بيا په سلو کې د دېرشو نه تر پنځوسو پوري چې دپښتورګو د ناروغۍ له کبله تر ځانګړي مراقبت لاندي بستري کېږي د تشخيص د ځنډ او نورو دليلونو له امله خپل ژوند د ﻻسه ورکوي ددې مطالعې پايلې د "" LANCET "" د خپروني په وروستی ګڼه کې چاپ سوي دي ",دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص
3163,,"
١٦ د وري ١٣٨٤
د کندهار د ديني عالمانو يوه ډله چې د زابل، ارزګان او هلمند ديني عالمان هم په کې دي، هرات ته تللې ده، څو د هغه ولايت ديني عالمان له ځان سره ملګري کړي.
دوي د هرات په عالمانو ږغ کړي چې په هيواد کې د ملي وحدت له چاري سره ملګري شي.
دې عالمانو ويلي دي چې نور بايد ديني عالمان لاس تر زنې کښېنه ني ، د ديني عولومو تر څنګ د عصري عولومو زدکړي ته ملا وتړي، د کمپيوټر او انټرنټ زده کړې وکړي او ددې لارې د دين اود هيواد په پرمختګ کې برخه واخلي. ",افغان ديني عالمان د کمپيو ټر او انټرنيټ زدکړې اړينې بولي
3164,,"
١٦ د وری ١٣٨٤
د کونړ ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ټليفوني اسانتياو د نشتوالي څخه سر ټکوي.
دوي واي چې په ولايت کې نه ډېجيټل او نه هم د ګرځنده ټليفونونو شبکې شته او دوي مجبوره دي چې د ټليفون لپاره جلال اباد ته ولاړ شي.
دوي د افغانستان د مرکز ي دولت او د هغو ټليفوني کمپنيو څخه چې د هيواد په نورو ولايتونو کې يې خلکو ته ټليفوني اسانتياوې برابري کړي دي ، غواړي چې په کونړ کې هم د ډېجيټل او ګرځنده ټليفونونو دستګاه وي جوړي کړي تر څو د دوي ستونزي حل شي. ",د کونړولايت خلک ټليفوني اسانتياوې غواړي
3165,نظيفه غزل,"
Exclusive Benawa.com
د ۱۳۸۴ لمريز كال لپاره عادي بودجه، د ۱۳۸۳ لمريز كال د كب د مياشتې پر ۲۵ مه نېټه د كابينې په غونډه كې د ماليې د وزير له خوا وړاندې شوه، چې تر بحث وروسته تاييد شوه.
د ۱۳۸۴ ل كال عادي بودجه چې د كليدي فكټورونو پر رښتينو ارزونو ولاړه ده او ۳۲،۸۸۳ مليارده افغانۍ (دوه دېرش مليارده اته سوه دري دېرش مليونه افغانۍ) چې د ۶۷۸ مليونه ډالرو انډول كېږي، اټكل شوې ده.
د ۱۳۸۴ل كال لپاره د موجوده مالي سرچينو مجموع ۳۲،۸۸۳ مليارده افغانۍ (۶۷۸ مليونه ډالره) كېږي، چې له كورنيو عوايدو څخه ۱۶،۱۵ ملياده افغانۍ چې د ۳۳۳ مليونه ډالرو معادل كېږي، دغه راز ۱۳،۵۸ ملياره افغانۍ چې د ۲۸۰ مليونه ډالرو معادل دي د افغانستان د بيارغونې له امانت صندوق څخه او ۳،۱۵ مليارده افغانۍ چې د ۶۵ مليونه ډالرو معادل كېږي د قانون او نظم له امانت صندوق څخه به لاسته راځي.
كورني عوايد به د عادي بودجې د نيمايي اړتيا لپاره كفايت كوي. په ۱۳۸۴ل كال كې رښتينې وده په سلو كې ۱۰،۱ اټكل شوې ده. دغه راز په كال كې پولي تورم ۱۰% اټكل شوى، چې د امريكايي ډالرو په وړاندې د افغانۍ د تبادلې بيه ۴۸،۵ افغانۍ منل شوې ده.
د وزارتونو او موسسو لپاره عادي مصرفي بودجه ۲۸۶۴۸،۵ مليونه افغانۍ، ملي شورا ته ۲۴۵ مليونه افغانۍ، د اداري اصلاحاتو پروګرام ته ۸۰۰ مليونه افغانۍ، د نړيوال غړيتوب وركړې ته ۱۵۰ مليونه افغانۍ، د پورونو ربحې ته ۴۰۴ مليونه افغانۍ، د ملكي او پوځي متقاعدينو حقوقو ته ۷۲۴ مليونه افغانۍ، دغه راز شهدا او معلولينو ته۷۳۵ مليونه افغانۍ اټكل شوې دي.
د ۱۳۸۴ل كال په بودجه كې، د پوهنې په برخه كې ۵،۷ مليارده افغانۍ، چې د ټولو پروګرامونو ۱۹% كېږي، تخصيص شوې دي. د مالي سرچينو اوسنى تخصيص د دې سكټور د بنسټيزو ستونزو د حل لپاره په پام كې نيول شوى دى، په پام كې ده چې ۱۱۰۰۰ نوي ښوونكي استخدام شي.
",د ۱۳۸۴ ل كال عادي بودجه
3166,نظيفه غزل,"
Exclusive Benawa.com
د ۱۳۸۴ل كال پراختيايي بودجه د وري د ۱۳ مې نېټې په يوه يوه غونډه كې د افغانستان اسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا ته وړاندې او تر بحثونو وروسته تصويب شوه.
د ۱۳۸۴ل كال د بودجې ټول مصارف ۴۷۵۲،۵ مليون امريكايي ډالره اټكل شوي دي.
له دغو مصارفو څخه ۶۷۸ مليون امريكايي ډالره عادي بودجه ده، چې د ۱۳۸۳ل كال د كب پر ۲۵ مه نېټه تصويب شوه چې دا دى د ۱۳۸۴ل كال پراختيايي بودجه ۴۰۷۴،۵ مليون ډالره ده.
ټاكل شوې ده د پراختيايي بودجې د مصارفو له مجموع څخه ۹۳۶،۱ مليون ډالره د دولت له خوا (د ماليې وزارت د خزاينو رياست د له خوا د پيسو د وركړې له لارې) او ۳۱۳۸،۴ مليون ډالره بيا په مستقيم ډول د تمويلوونكو له خوا تطبيقووونكو موسسو ته وركړل شي.
ځينې مالي مرستندويان لكه نړيوال بانك، اسيايي پرمختيايي بانك، د امريكا متحد ايالتونه، ډنمارك او نيدرلېنډ هېوادونه به د خزاينو د رياست له خوا خپلې قرضې او بلاعوضه مرستې مشخصو پروژو ته ارائه كوي.
په پراختيايي بودجه كې پرمختيايي پروژې هم راځي، چې په نېغ ډول به د مرستندويو هېوادونو له خوا د نادولتي سرچينو له خوا تمويل او تطبيق شي. د دې ډول مرستو پيسې به د ماليې وزارت د خزاينو د رياست له خوا څخه نه اجرا كېږي.
بايد څرګنده شي چې د اوس مهال پراختيايي لګښتونه لنډمهالې بودجه ده، چې په نهايي بودجه كې به نوې مرستې هم راځي او د ۱۳۸۴ل كال د غبرګولي تر مياشتې پورې به تصويب او اعلان شي.
د ماليې وزير ښاغلي پوهاند ډاكټر انوارالحق احدي د هېواد د بودجې په باب وويل:
”د بودجې ترتيب او سپارل د وزارتونو لپاره د عامه پانګونې له پروګرامونو څخه دى. اړوند وزارتونو او د بودجې كمېټې د ۱۳۸۳ل كال د سلواغې په مياشت كې د بودجې په باب مجلسونه ونيول چې پر هر پروګرام يې خبرې وكړې. د ماليې وزارت په دوامداره توګه له نورو وزارتونو سره د پراختيايي بودجې د منلو په باب مشورې كړې دي.د پراختيايي پروګرامونو زياتې برخې به د سړكونو جوړول، مخابرات، هوايي چلن، اوبه لګول او نورې بنسټيزې پروژې وي، چې دغو بنسټيزو پروژو ته په ۱۳۸۳ل كال كې ۷۱۰ مليون ډالره ځانګړي شوي، چې دولت ټولنيزو لګښتونو ته هم يوه ښه بودجه په پام كې نيولې ده، په دې ترڅ كې يې د ملي تړون پروګرام، د كارموندنې بېړني پروګرام، روغتيا او د كاري وړتياوو ودې ته يې ۲۴۷ مليون ډالره بېل كړي چې په همدې برخه كې به يې لګوي“. ",د ۱۳۸۴ لمريز كال پراختيايي بودجه
3167,محمود نظري - لندن,"
محمود نظري - لندن
هــــــــــــــــــوا. . . . . . . . .
د (. پنجاه شد بسته کو!) ږغ سره د کانتينر ور له بهر نه وتړل سو.د دوبي د لمر سوځونکو وړانګو له کانتينر نه سور تنور جوړ کړی و له ديوالو نه يې لکه د سرې تبۍ بړاس پورته کيده، د هر چا ﻻس، پښه يا مخ به چې ترې وموښت د اه کريغه به يې له خولې ووته.هلته لکه قبر توره تياره وه، تکه توره شپه وه، څه نه ښکاريده، څنګ تر څنګ وﻻړو تخته سوو انسانانو يو بل نه لېده، هوا بنده وه ، هلته کومه کړکۍ، سوری او يا درز نه و، دا تنور وو چې انسانان په کي اچول سوي وه .
د کانتينر په اخير کي د تبۍ غوندي سره ديوال ته يوه ډډه لګولې وه په دوو ګوتو په داسي حال کي چې ځنګونونه يې پورته درولي او ﻻسونه يې پر راڅرخولي وه ناست او په دوو ګوتو يې تسبې اړولې او ورو ورو يې له ځانه سره څه وويل.
تودوخه، تياره او د هوا نستوالۍ او د ځای تنګوالۍ د پسو غوندي تخته سوو انسانانو نارې، غلبلې، شور، بکاو،چيغې ، فرياد ،اوف خدايه نارې ، زګيروی او کوکاري د کانتينر فضا ډکه کړې وه :
هوا! هوا! هوا !هوا!...
يوه په بوغارو بوغارو ويل: اه خدايه ستا په دې ارته نړۍ کي داسي انسانان هم سته چې هوا يې په بل نه ده پيرزو!
د يوه سپين ږيري زګيروی و په خوله کې يې ګوتي اچولي وې او نور يې له ځانه پوري واهله او نارې يې واهلې :
هوا! هــــــــــــــــــــــــــــــــوا! ...
خو په وﻻړي يې په سلګۍ سلګۍ سا ورکړه، اوپه يو بل وﻻړ ور ولويد،هغه ږغ کړه : وروره ځان ټينګ که خو د هغه بدن لکه لرګی وچ وو.
هغه سړي بيا نارې کړې :
دا خو مړ دی!
يوه وويل :وروره همداسي پورته يې تکيه کړه!
يوه بل په خواشينۍ ږغ کړل :
وړونو د کانتينر ديوالونه وډبوۍ!
هغه چې د کانتينر ديوالو ته نژدې وه د کانتينر په ډبولو يې پيل وکړچا په ﻻسو چا په پښو چا په خپلو چمپلانو او چه وټو چا په خپلو څنګلو د کانتينر ديوالونه ډبول، دې ډبولو ازانګې جوړې کړي وې
ډبه ډبه ... ډبه ډبه ... ډبه ډبه ...
خو بهر هغه چا نه اوريده لکه چې ټول کاڼه او ړانده سوي وه يا يې سر نه خلاصاوه يا له خدايه نه وېرېدل ...
نور په پښو ، ﻻسو او څنګلو کې توان نه وو پاته نو سرونه يې د وسپني ديوالو ته ونيول :
ډبه ډبه ... ډبه ډبه .... ډبه ډبه ...
د کانتينر ديوالونه په وينو ورنګېدل او لکه په تبۍ چې اوبه واچوې د وينود وچيدو بړاس ترې پورته سو .
خو دا چا نه اوريده لکه چې بهر د انسانانو په څيره کې ماشينان وﻻړ وه .
نور نو د نهيلۍ څپه خپره سوه خوږمن زړونه نور هم نا اومېده او خوابدي سوه د يوې شېبې لپاره چوپه چوپتيا سوه . د لسو_ دولسو تنو پښې سوستي او بې واکه سوې او پر نورو ورولوېدل هغو نورو دهوا د بچت په خاطر ځانونه پانسۍ کړي وو.
په سترګو ايله اوس دومره ښکاريده چې څوک مړه او څوک ژوندي دي خو هر ژوندي يو مړی په غېږ کي نيولی و او دواړو رډ رډ کتل، يوه نارې کړې :
شهيدان د کانتينر و اخير ته يو د بل په سر پرېباسۍ!
د مړو تيرول دا زګيروی او نارې نوري هم زياتي کړې همدا د بې وسو او بې کسو د نااوميدۍ زګيروی و.
هوا! هوا! هوا!....
يوه ناري کړه : وګورۍ وړونو په کوم سوري او درز پسي وګورئ!
يوه د اورلګيت د خاشی په اندازه يو سوری وموند او له خوشالۍ يې چيغې کړې دا دی يو سوری او هڅه يې کوله دا سوری غټ کړی او نوکان يې ورته ونيوله : ګريږه ګريږه ....
هر هغه څوک چې ځګندن ته نژدې و هغه به يې د خاشې سوری ته ورنژدې ګړ او هغه به چې خپله خوله د کانتينر ديوال ته ور وړه د شونډانو به يې جز سواو پوست به يې د کانتينر په سور ديوال وموښت .
يو ځوان چي خپله سينه يې په سوک ډبوله او سا يې په اوږو شړله، ايشيدلې تبه يې وه، ژبه يې له خولې راوتلې وه او په سا نيولې سا نيولې يې ويل :
هوا! هوا! اوبه !
يو هلک چې د پنځلس شپاړس کالو و خپل خامکي دسمال چې د خور د ﻻس نښه يې وه په خپلو خولو لونداوه اود هغه په شونډانو يې تېرا وه
دې ځوان دا هلک وپيژانده او ورته يې ورو وويل :
جانانه! او څو ځله يې سترګې ورپولې او زياته يې کړه :
دا زما مور ته ووايه! او په وړو وړو سلګيو يې په وﻻړی سا ورکړه .
د بهر نه بيا د مرميو ږغ پورته سو دلته بيا ډبول پيل سول :
ډبه ډبه... ډبه ډبه... ډبه ډبه...
يوه پر سوري سترګه برابره کړه، با ڼه يې پر ديوال وموښتل خو څه يې ونه ليدل .
يوه په خولې کې ګوتي اچولي وې او خپله خوله يې سره کشوله، سينه يې راپړسېدلې وه ژبه يې راوتلې او شونډان يې رپيدل خو له خولې نه يې څه نه وتل ټول بدن يې ريږديده پر جانان يې تکيه کړې وه جانان به خپل خامکي دسمال په خپلو خولو لوند کړ او د هغه په شونډو به يې ورتير کړ،نبض يې زيات په غورځېدو سو
هغه د جانان په وينو لړلی ﻻس ونيوی د هغه په سترګو کې اوښکې لغړيدې مازی يې د ومره وويل :
جانانه! دا زما.. زوی ...زوی ..نور يې ژبه ګنګوړه سوه .
د سترګو تور او سپين سره وﻻړل ﻻسونه او پښې يې سست سول اوولويد جانان هغه تکيه کړ. اوهغه يې ﻻس په ﻻس د کانتينر اخير ته تېر کړ. يو بل بيا ﻻسونه لپه نيولي او سا يې ورکړې وه او همداسي شخ ( وچ ) پاته و
شپږ اووه چې سرونه يې له وسپني له ديواله سره جنګولي وه يو په بل پسي سا ورکړه .
جانان په خپلو خولولوند دستمال د يوه يوه په خوله او شونډانو موښه، د اخير نه د دعا ږغ ودريد ، د هوا هوا نارې وار په وار کمېدې
يو يو ﻻ اوس هم سوري ته ورنژدې کېده خو سوری هم هوا ورته نه پريښودله
د جانان و سترګو ته يې خور ودريده هغې ورته ويل: زما د ﻻس نښه ورکه نه کړې...
. د جانان بدن هم سست سو خور يې ورته کږې وږې ليکي سوې او دا ليکي يې سترګو ته دوري هوري کېدې، اوږې يې درنې وې خپل خامکي دسمال يې په ﻻس کي ټينګ کړ
نوره چوپه چوپتيا خپره سوه .
کله چي د کانتينر ور پرانستل سو د هغه مړي لکه د نورو کانتينرونوغوندي يوې کندي ته وغورځول سول . د جانان ﻻسونه وښوريدل او چيغې يې کړې خو بيا هم چا نه اوريدل، خلکو ورته کتل او ورباندی يې خندل او بيلدوزر خاوری ورباندي تويولې. جانان ايله په وينو او خولو لړلی خامکی دستمال له خاورونه را بهر کړ او هغه يې د دی ټولو شهيدانو جنډه وګرځوله .
جنډه په رپيدو سوه تر اوسه دسهار نرۍ وږمې د دې کوچنۍ جنډې د رپيدو د ږغ موجونه تر ليروليروسيمو ، د خلکو تر غوږو رسوي . ",هوا، هوا ، اوبه
3168,محمود نظري - لندن,"

3169,,"
",
3170,سپېڅلي,"
١٧ دوری ١٣٨٤
طبي څېړونکو داسي ګولۍ يا ټابليټ جوړکړی دي چې کولاي سي دانسان عمر تر دېرشو کالو پوري زيات کړي.د آنانوا د اينترنتي رسنی په حواله د آبردين پوهنتون پروفيسر جان اسپيكمن ددې څېړني په اړه چې څرنګه کېداي سي دبدن د سون او جوړښت جريان ته بدلون ور کې يوه د ۴۵۰ زرو ډالرو جايزه يې تر ﻻسه کړېده .پروفيسراسپيكمن او همکارانو يې داخبره موندلې ده چې په هغو موږکانو کې چې په بدن کې يې د سون او جوړښت اندازه لوړه وي نو تر نورو ډېر عمر کوي .دتيروكسين زياته اندازه هورمونونه چې په حلق کې جوړېږي ددې جريانه سره مرسته کوي . همدا رنګه دغه جريان د لږ خپلواکه راديکالونو پر جوړښت باندي تمامېږي کوم چې کولاې سي د بدن و بافتو ته ضرر ورسوي.پروفسور اسپيكمن زياته کړېده چې ددې درمل انساني آزمايښتونه به تر لسو راتلونکې کلونو پوري به پيل سي ",دعمر د ډېريدو ټابليټ
3171,سپېڅلی,"
١٧د وری ١٣٨٤
امريکا زلمی خليل زاد په عراق کې دخپل نوي سفير په توګه معرفي کړی دی.
ښاغلي خليل زاد د شپاړسو مياشتو راهيسي په افغانستان کې د امريکا نمايند ګي کوله.
په دې نوي دنده کې دهغه ټاکنه چې بايد د امريکا د سنا لخوا تائيد سي دامريکا د بهرنيو چارو وزيري کانډوليزه رايس اعلان کړی دی.
اغلي رايس وويل "" خوشاله يم چې د جمهور رئيس نيت، په عراق کې زموږ د نوي سفير په توګه د ښاغلي خليل زادټاکنه اعلاموم.""
په عراق کې د امريکا پخوانی سفيرجان نگروپونته د امريکادملي امنيت د اطلاعاتو د رئيس په توګه ټاکل سوی دی.
ښاغلي خليل زاد٥٤ کلن دامريکا تبعه دی چې په افغانستان کې زېږېدلی دی . هغه په کال٢٠٠٠ کې د طالبانو د را پرځېدو وروسته د امريکا د خاص استازي په توګه يې په افغانستان کې دنده تر سره کوله .
",زلمی خليل زاد په عراق کې د امريکا نوی سفير وټاکل سو
3172,,"
١٨ورى، ١٣٨٤
کابل: په غزني کې د چارشنبې د ورځي د يوې چورلکي د رالويدو په پيښه کې د مړوکسانو شمېر ١٦ تاييد سوى چې ټول يې امريکايان دي. امريکايۍ چورلکه دغزني ښار ته نږدې نسکوره سوه. د پيښـي له ځايه عيني شاهدان وايې چې چورلکه دماسپين په دوه بجې د ښار ختيځ ته د ده خداىداد په کلې کې راپرېوته. په وژل سوو کسانو کې نه تنه پوځي سرتيري او نور پاتي قرارديان وو. په کابل کې امريکايې چارواکو د مړو سوو کسانو د نومونو له ښودلو څخه ډډه کړې خو د ټولي سورلۍ د مړيني خبر يې تاييد کړى دى. يوې امريکايې وياندي وويل دوو چينوک ډوله چورلکو په سيمه کې ځانګړې پوځي عمليات ترسره کول چې يوه يې بګرام ته په لاره په غزني کي د ناسمي هوا لامله راپرېوته. په افغانستان کې همدا اوس د امريکا ترمشرۍ لاندي١٨٠٠٠سرتيري د طالبانو او القاعده جنګياليو د پلټنې په عملياتو بوخت دي.
د پيښي لاملونه تر اوسه په باوري ډول ډاګيز نه دي. په تېرکې طالبانو دداسي پيښو پړه په غاړه اخيسته. خو د دې پيښي پړه تر اوسه چا نه ده منلي. که څه هم دولتي او امريکايي چارواکي هڅه کوي د داسي پيښو لامل طبيعي وښيې خو ځينې کتونکي دې ته د شک په سترګه ګوري چې ګواکي کوم امنيتي يا د ورانکارۍ هڅه دي تر شا نه وي.
په تېر ژمې کې امنيتي وضعه په غزني کې ارامه وه خو د پسرلي په راتګ سره طالب جنګياليو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې، په تيره بيا د هيواد په سهيل او ختيځ کې، سر را ښکاره کړى او هره ورځ د خونړيو پيښو خبر ورکول کيږي.
",په غزني کې د چورلکي درالوېدو لامله ١٦ امريکايان ووژل سول
3173,,"
په کندهار کې د آيينې مرکز
مطبوعاتي خبرتياداستاد محمد صديق پسرلي په وياړ سيمينار كندهار، د وري ۲۷مهد استاد محمد آصف صميم په وياړ سيمينار كندهار، د وري ۲٨مه",د آيينې مرکزخبرتيا
3174,,"
",
3175,اميرمحمد ليکوال - کلا سيف الله,"
افغان ماشوم
دا ستا ماشوم نازک نازک لاسونه
د سوخېدلو سوځېدلو نه ؤؤ.
دا ستا روښانه او معصومه تندای
د ښکلېدو ؤؤ ماتېدلو نه ؤؤ.
ستا په نازکه او ماشومه سینه
کي نن حالاتو پرهرونه جوړ کړل
ستا مشرانو ستا نزدې خپلوانو
تا ته بلا غوندي مخونه جوړ کړل
تا کله مينه هم ليدلې نه ده
ستا په زړګي کي نفرتونه اوسي
تا د ادې غېږه ليدلې نه ده
ستا په زړګي کي ارمانونه اوسي
تا د بابا خواږه خواږه ګايونه
په خپل ژوندون کي اورېدلي نه دي
تاته په مينه او د زړه له کومي
هيچا په ورين تندي خندلي نه دي
ستا د روزني ستا د زده کړي وخت و
دوی به په لاس کي بل اورونه درکړل
چی ستادژونددلیک اولوست ورځي وې
دوی به بمونه ټوپکونه درکړل
چي تا به درس د اِنسانیت زده کاؤه
دوئ به وويل چي انسان داسی وژنه
چی تا به مینه او خپلوي غوښتله
دوی به وويل چي خپلوان داسی وژنه
چی ستا د لوبو د کولو وخت و
دوی به مورچل دوی به سنګر ته بوتلې
چي ستا د ټال د ځنګېدلو وخت و
دوئ به د جنګ و جوړ محشر ته بوتلې
تا هم په دې کوچنی کوچنی لاسونو
بې ګنا څومره انسانان وویشتل
په څومره کرکه دي کتل ورته ډېر
د بل په خوله دي خپل خپلوان وويشتل
لا دي د خپلو ارمانونو قاتل
تر اوسه پوري پېژندلئ نه دئ
دا ستا رقیب ستا لباسي ملګرئ
تا په خپل تول کي تولَولئ نه دئ
لا دي تر اوسه د وويشتلو جذبه
په زړه کي اوس هم سړه شوې نه ده
لا دي په زړه کي د نفرت نخښي دي
په مرګ دي تنده ماته شوې نه ده
نن دي پښې ماتي دي لاسونه مات دي
په شل وجود خو جنګېدلای نشې
د بې وسۍ غشي دي زړه کي ښخ دي
په هیڅ هنر ئې رايستلای نشې
ګرانه! په دې جنګونو څه جوړه شوه؟؟
بې ګناه هسي ډېر سرونه لاړل
ډېری ښايستې ځوانۍ شوې توري خاوري
په کي مضبوط مضبوط لاسونه لاړل
راځئ چي هغه اغیار وپېژنو
چي ماتول غواړي زموږ د لاسو
راځئ چي هغه مړوندونه مات کړو
چي ورانول غواړي زموږ کورونه
",افغان ماشوم
3176,مولوي عبدالحق منصور,"
دلوی اوبخښونكي څښتن په سپيڅلي نامه",نبوي سيرت ( يوه يادونه )
3177,سپېڅلی,"
١٨ دوری ١٣٨٤ ",د مَفصلو يا بندو د پړسوب و علاج ته اُمېدونه
3178,پوهنوال ډاکټر عبدالخالق رشيد,"
پوهنوال ډاکټرعبدالخالق رشيد - کاناډا
١٨- وری - ١٣٨٤ لمريز
( دافغانستان ددولت ددغه اقدام قدردانى اودغزنيوالو يو وړانديز)
غزنى دافغانستان هغه تاريخى ښاردى چې ددغه هيواد په فرهنګي اوسياسي شته والي كې په هراړخيزه توګه دپاملرنې اويادونې ځاى اوونډه لري ، ښايې ډيرخلك اوډيركسان له دې ناخبره وي چې دغه اوسنى خړ پړ غزنى يووخت دآسيايې ښارونو ناوې بلل كيده اوله دغه ښاره دپوهې ، فرهنګ اوافغانيت برم اوشوكت دهند ترسمندره ،هغه خوا ترعربې نړۍ پورې رسيدلې اوغزيدلى و ، همداده چې غزنى دتاريخ اوفرهنګ په زرينوكرښوكې يوازې ديوه ولايت نوم نه دى بلكه دانوم له يوه داسې تلپاتې تمدن سره تړاو لري چې خپل ځان دبشريت له معنوي تاريخ سره دزرګونوكلونوپه اوږدو كې په خپله ځلا اوښكلاسره غزوي ، داسې چې په هراړخيزه توګه ديوه عالي اواسلامي رنسانس نښې اوارزښتونه له ځان سره له نسلونو ترنسلونوپورې غزوي .
دغزني تاريخ خورا لرغونى دى ، په لرغونوهندى ژبوكې ددغې سيمې نوم اويادونه په خورا پرتم اووياړ سره شوې ده ، په بودايې دوره كې هم غزنى له هغو بودايې مركزنو څخه و چې كابورا ، اراكوزيا ، باميكا اوبليكا اوګندارا يې سره تړل اوپه دغه ترڅ كې يې خپل تاريخى ، فرهنګې اومذهبې اهيميت درلود، ددغه ښار په شمال كې د اوسني جغتو سيمه پرته ده چې هلته كښل شوي ډبرليكونه په خپله تراوسه پورې دآسيا په تاريخ په تيره په بودايې دوره كې ديوې روښانه فرهنګې لړۍ نښې نښانې له ځانه سره لري . ديوه څرګند حقيقت په توګه دابايد ومنو چې دغزنې تمدن اودغزني ښار زموږ د اندو ژوند اوفرهنګى هويت څرګندوى ښاراوپرتم دى ، غزنوې امپراطوري چې په اسياكې ديوې تاريخى دورې په توګه راوپړكيده ، دهغې پيل له يوه تلپاتې اودرانه نامه يمين الدوله ( سلطان محمود) غزنوي سره تړلىدى،له هغه نوميالې سره چې نوم يې كله هم په آسيايې تاريخ كې د هيرولو وړنه دى ، داسمه ده چې دده په باب به دهرچا قضاوتونه بيل وي ، خوموږ په دې وياړو چې داسې يو نوميالې واكمن چې نوم يې زموږ دتاريخ په يوه ټاكلي تاريخې پړاوكې په هراړخيزه توګه دهيريدو وړ نه دى له غزنې او زابلستانه راپورته شو، دغه امپراطور و چې ديوه افغان واكمن په توګه يې هم پرايران اوتوران اوهم په هندوستان باندې داسې واكمنې وكړه چې زركاله وروسته هم دده اغيز اودده هراړخيزې كارنامې ددغو هيوادو له تاريخونوڅخه په يوه خواپاتې نه شوې ، پرهندوستان باندې ورغى ،هغه هيواد يې ونيو اوترهغه هيواده يې خپل فرهنګ اوخپل ارادت په ميړانې سره ورساوه، همدغه ټكى دى چې ددغه لوى واكمن نوم له موږ پرته په يوشميرنورو خلكو باندې ښه نه لګيږي همداده چې دآسيا ددغه نوميالي واكمن شخصيت ته چې څومره كيداى شې زيان رسوي ، په داسې حال كې چې دا دمحمود په باب دهغوى خپل انفرادي قضاوتونه دي ،اودهغه دغه شان كره كتونكي اوس هم زموږ دهيواد په شاوخواكې لږ نه دي ، محمود اودهغه اولاده له غزنى ترلاهوره واكمن وو، دوى ديوه پراخ اولوى افغانستان پولى زموږ له پاره زركاله پخوا په نښه كړې اودايې په ډاګه كړه چې دهغه مهال افغانستان له كومه تركومه په څه شان فرهنګې اوسياسي شته والي سره خورشوى و. اودشته والي پوله يې چيرې اوتركومه ځايه پورې خوره وه ، موږ دانه غواړو چې ګواکي موږ به هم دومره ننګيالي شوچې دهغوپه پلو ګامونه پورته كړو خودايوه خبره ده چې كه څوك خوښيږي اوكه خپه كيږي محمود و، اودهغه زمانې داغوښتنه كوله چې بايد دخپل ځان ، هيواد اوخپل هويت دساتنې له پاره لاس په كار شي. ترټولو مهمه خبره داده چې دغزني ددغه نوميالې واكمن زور و چې ويي كولاى شول ، دتاريخې آريانا ټول قلمرو داوسني ايران په ګډون په يوه واحده كړى كې را ټول كړي ، خوله بدمرغه چې ايراني پوهان اوليكوال په دغه باب اوددغې دورې په باب دومره چوپه خوله دي ، چې په لوى لاس غواړي ديوشميرعادي دلايلو له مخې ددغې دورې فرهنګې ارزښتونه همداسې په تياره اوتورتم كې ناويلې اوناسپړلي پاتې شې ، په داسې حال كې چې غزنوي دوره دفارسي ژبې اوفارسي فرهنګ دپيژندګلوي اوپراختيا اوان رنسانس دوره وه .بله مهمه خبره چې په دغه اړه بايد له ياده ونه وزي هغه داده چې محمود فارس دخپل اړوند ولايت په توګه ترخپل نګين لاندې وساته اوهلته يې خپل زوى دهغې سيمې په اوسنى نومونه والي وټاكه كه زما تحليل ته څوك په شوونستې نظرسره ونه ګورې ، محمود په خورا ميړنتيا سره دخپل هيواد اوسني افغانستان داسې ننګه كړې چې زموږ له پاره دملې هويت اوملي تشكل په لاره كې ځانګړي اهميت لري ، په دې مانا چې غزنويانو افغانستان ته له هرې خوا يونوى هويت اونوم ورپه برخه كړى دى ، په ياد مودي چې په اوسني لغمان كې دهندي جييال سرتيري اوحاكمان پرواك وو، خودغه نوميالي اوځوان شهزاده په سلگونو فيلان ترې ونيول او په خورا ميړانه يې هغوى د باتورو پښتنو په مټو ووهل اوهغوى يې داوسنۍ پښتونخوا تراولكه هم ورهغې خواته وشړل .
يووخت ما دهند په ګجرات پوهنتون كې دغزنوي دورې په باب لكچر درلوده ، يوچا داخبره وكړه چې دمحمود له لاسه زموږهرڅه بربادشول ، دهغه لښكروپرهند باندې خورا بديرغلونه وكړل ، دهغوپوځيان ډيرظالم وو...
ما يوازې دومره ورته وويل : (( ځكه چې دهغه ډيركې پوځيان هنديان وو )) . ددغې لنډې جملې په مانا هغه سړى پوه شو، اودا يوتاريخى حقيقت دى ، كومې لښكرې چې محمود هند ته استولي په تيره هغه چې په هغه ځل يې (سمنات )هم راوپرځاوه له نژدې اويا زرو پوځيانويې (( څلويښت زره پوځيان هنديان ، ديرش زره پښتانه اوشل زره ترك توكمي اونور وو. چې هند يان دهندې جنرال ترقومانده لاندې په مخكې وو، ورپسې پښتانه اووروستي دادريمه ډله وه چې زياتره يې دفترې اولوژستيكې چارې پرمخ بيولې ، دهند دسوبې په جګړو كې هنديان ترهرچا مخكې په خورا ميړانې سره جنګيدل ))ځكه نودتاريخې اسنادو له مخې داانتقاد خپل ځواب لري .
په همدې شان په فرهنګى لحاظ هم غزنوي دوره داسې يوه دوره ده چې فارسي ژبه په كې وغوړيده اودهند ترپولو پورې يې ادبې اومعنوى پوله پراخه شوه ، دادغزنې بركت وچې دغه ژبه تراوسه دهند په لتو باندى لاله خپل برمه ونه لويده اونومياليو پښتنو پاچاهانوپه خپلو دربارونو دغه يادګار كه څه هم مورنى ژبه يې نه وه وپنځوله اودغې ژبې ته يې تراصلې اوسيدونكو زيات خدمتونه ترسره كړل ، اوس دهند په كتابخانو كې درسمې شمير له مخې تر درى لكوزياتې پارسې قلمې نسخې شته چې زياتره يې لاتراوسه هم نه دي څيړل شوې اونه دهغو نومياليوافغانانواوسنيوواريثنو ته داپته شته چې ددوى پلرونو دغې ژبې اوآن خپل تاريخې شته والي ته څومره خدمت كړى دى . څومره انسانې ارزښتونه دوي دعلومو په بيلابيلو برخو كې په دغه ژبه باندې په هند كې كښلي دي ، هو، له بده مرغه موږ ترې ناخبره يو ، زه چې كله دفارسي ژبې يوشمير په اصطلاح تش په نامه خواخوږو ته چې په پټوسترګو يې له ځانوددغې ژبې ټيكه داران جوړكړي عجايبات اورم اوګورم داپوښته راسره پيداكيږي چې كاشكي دغوښاغلو ته خو لږ ترلږه دخپلې ژبې په باب معلومات واى چې تردغه دمه دغه ژبه چا دومره پرتم ته رسولې ده. كه له فارسي ژبې دهند ونډه اوپه هندكې دپښتنو ونډه ان تردغه دمه لرې كړې ، دغه ژبه خوله غزنوي دورې راپه دې خوا نه په فارس اونه هم په افغانستان كې داسې ديادونې وړ زيرمه لري ، چې پرهغو باندې دې سړى په پراخه سينه څيړنې وكړاى شي. دعلم مدارجوته دغه ژبه دهندپرلتو افغاني پوهانو، صوفيانو اودرباريانو رسولې ده. هغه افغاني صوفيان چې دزياترو جرړې چې په هندكې دروحانيت لوړغرونه شميرل كيږي اوس هم په غزنى كې شته،لكه دحضرت قطب الدين بختيار كاكې اړوندان اونور، دغلجى ، لودي ، سوري دربارونو روحانې تكيه ځاى غزنى و، دچشتيه طريقې نوميالى لارښود اومحبوب القلوب حضرت نظام الدين اوليا مور له غزنې ترډيلي پورې ورسيده اوهلته يې خپل دغه نوميالې زوى دچشتيه روحانيت ترسيوري لاندې وروزه چې ترننه پورې دهغه مزار، تعليمات اوروحانيت دهندپه لتو دالهي اردات ترټولو عالي اوانسانې وړتيا لري .
اوپه پاى كې :
ددغې ګردې مقدمې له يادولو زموږ مقصد اومطلب دادى چې دادټولوافغانانواوافغاني نسلونو حق دى چې دخپلو تاريخي اوفرهنګي ارزښتونو په پام كې نيولو سره دعصر اوزمان دپرمختګ په ترڅ كې دخپلوهغو تاريخې ارزښتونو په رڼاكې چې په واك كې يې دي كارواخلي ، په دې وروستيوكالو په افغانستان كې دهيواد دنوي نسل دروزنې له پاره په ملي سويه يوشمير په زړه پورې ګامونه اوچت شوي ،ښايي دا دښاغلي حامدكرزي دفرهنګي پاليسئ له لويو برياوو څخه يوه وي چې دهيواد په گوټ گوټ كي يې دهيواد دنوې نسل دروزنې له پاره يوشمير دپاملرنې وړ ګامونه پورته كړل چې ترټولو مهم يې دهيواد په گوټ ګوټ كي دپوهنتونونو جوړول اوپرانستل وو، داكار په پكتيا، باميانو، كابل ، پروان ، تخار اونورو سيمو كې دخپلوشتو امكاناتوپه ترڅ كې سره شو، اوس اوس په دې نژدې وختوكې ولسمشرښاغلي حامدكرزي دغزنې دخلكو له پاره په غزنې كي ديوه پوهنتون جوړولو وعده كړې اودغه پوهنتون يې ددغه ولايت خلكوته منلی دي . ددغه ډيرنفوس لرونكي ولايت خلك ددغه پوهنتون دپرانستواوپيل كيدو په انتظار دي . ويل كيږي چې ددغه پوهنتون دجوړولو كاركومې خارجې موسسې لاپخوا پرته له دې چې په دغه برخه كې يوعادي ګام هم اوچت كړي په خپلومنګولو كې نيولى دى .
دغزني خلك اوددغه ولايت زيات شمير فرهنګيان ، پوهان په هيواد كې دننه اوباندې يوځل بيا ولسمشرښاغلي كرزي، فرهنګې مشاوريت اودلوړو زده كړو وزير ته دزړه له كومي خپل وړانديز كوي چې دغزنې پوهنتون خبره ديوه تاريخې اوملي رسالت په توګه دخپل كار له مهمواجنډاوو څخه وگڼي اوژر تر ژره دغه تاريخې وياړ دافغانستان دمعاصرتاريخ په دغه دوره كې دغزني دتيربرم اوفرهنګي تلپاتې نامه په پام كې نيولوپه خپله دوره كې دځان كړي . دغزني ولايت موقعيت ، نفوس اوفرهنګي ميراث په خپله ددې له پاره په تمامه مانا برابر دى چې دهيواد په دغه تاريخې سيمه كې هم دافغانستان نه يوازې تعليمي بلكې څيړنيز پوهنتون چې په راتلونكې كې كه دپاك الله اراده وه داسيايې اواسلامي څيړنو يولوى افغانې اكاديميك روزنځى اومركز وي ژر تر ژره پرانيستل شي .
په درناوي
پوهنوال ډاکټر عبدالخالق رشيد
دغزني اوشاوخوا ولايتونو ديو شمير منورينواودپوهې اوفرهنګ دلارويو په استازيتوب
",( غزني پوهنتون ) دغزني د تاريخي او فرهنګي پرتم او پېژندګلوۍ نښه
3179,غوث الدين فروتن - کندهار,"
غوث الدين فروتن - کندهار
په زابل كې د بادام ګل مشاعره جوړه شوه
د روان ۱۳۸۴ لمريز كال د وري د مياشتې په ۱۳ د شنبې په ورځ د سهار په نهو بجو د بادام ګل په وياړ مشاعره جوړه شوه.
په دې مشاعرې كې د زابل ولايت پر ليكوالو، شاعرانو، او مينه والو سربېره له كندهار ولايت څخه د افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز (ايينه)، بېنوا فرهنګي ټولنې، هيواد كلتوري ټولنې، كندهار نندارې او د سهيل لوېديزې سيمې ګڼو شاعرانو، ليكوالو، ممثلينو او نورو مينه والو ګډون كړى وو.
لومړى د زابل ولايت والي دلبر جان ارمان وينا وكړه او دداسې مشاعرو او غونډو په ارزښت يې خبرې وكړې او له داسې غونډو او مشاعرو سره يې خپل ملاتړ څرګند كړ اوخپل شعر د غونډې برخوالو ته وړاندې كړ.
ورپسې د ترنك ادبي ټولنې مشر سيدا جان غمخور وينا وكړه، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل: دا زمونږ دوهم ځل دى چې په زابل ولايت كې د بادام ګل په وياړ مشاعرې جوړوو، غواړو چې د بادام ګل مشاعره يو دوديز شكل غوره كړي، د ترنك ادبي ټولنه او د زابل ولايت فرهنګيان، ليكوال او شاعران به په راتلونكي كې هر ځل د نوي كال د رابره كېدو سره سم دا ورځ د مشاعرې په ترڅ كې لمانځي.
په دې مشاعره كې ټولو هغو شاعرانو چې د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه راغلي وو خپل شعرونه واورول. دا غونډه د ماسپښين په دوو بجو پاى ته ورسېده.
",په زابل کي د بادام ګل مشاعره جوړه شوه
3180,اتل وردگ- کا بل,"
د ميني اظهار
ما خو کلو نه تیر کړل
چی تا ته ووايم :
زما په ژوندا نه کښی ته يې
د مینی خدای دي گڼم-
را ته ژو ندون ته بخښې
تا سره مینه کوم!
قسم چي سخت ؤ راته
دغه د ميني اظهار
خو تا په یوه شیبه کښي
په کبر جنه ادا
څو مره سا ده وو یل:
زه خو د بل چا یمه !
",زه خو د بل چا يمه !
3181,,"
١٨ د وری ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه د روم پر لور وخوځېد تر څو د کاتوليک عيسويانو د مذهبي مشر پاپ جان پال ٢ د جنازې په مراسمو کي ګډون وکړي .
ولسمشر کرزي د عيسويانو د مذهبي مشر پاپ په مړينه خواشيني ښودلې وه .
ټاکل شوې ده چي سبا ته به د اېټاليې د روم په ښار کي پر مليونونو عيسويانو برسېره د نړۍ يو شمېر سياسي مشران ، ولسمشران او وزيران د پاپ جان پاول په جنازه کي برخه واخلي .
",ولسمشر حامد کرزی ايټاليې ته ستون شو
3182,,"
١٨ د وری ١٣٨٤
د کابل د قلا فتح الله پر سړک نن غرمه د پوليسو پر موټر د ډزو په پايله کي دوه تنه پوليس ووژل شول او يو تن دکاندار ټپي شو.
ددې بريد پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخستې ، په سيمه کي عيني شاهدان وايي چي بريدکوونکي په يوه بې نمبر پلېټۀ موټر کي سپاره و ، ډزي يې وکړې ، او په منډه د پيښې له ځايه وتښتېدل .
د پوليسو چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه خبريالانو ته له څه ويلو ډډۀ کړې ده . او د وژل شويو دوو پوليسو پيژندنه هم تر اوسه پوري نه ده شوي .
",وسله والو کسانو په کابل کي دوه تنه پوليس ووژل
3183,,"
د اسيا پرمختيايي بانک افغانستان ته ٣٥ مليونه ډالره ورکوي چي په افغانستان کي د ګرځنده مخابراتي خدماتو د پرمختګ لپاره وکارول شي .
د فليپين په پلازمېنه مانيلا کي اسيا پرمختيايي بانک په يوه اعلاميه کي وويل چي دغه پور په افغانستان کي د روشن ټيلفوني کمپنۍ ته ورکول کيږي ، تر څو د افغانستان په ټولو ښارونو کښي خپلو خدمتونو ته پراختيا ورکړي .
که څۀ هم چي افغان بېسيم ټيلفوني شرکت په افغانستان کي لومړنی شرکت و چي د ګرځنده ټيلفونونو اسانتيا يې رامنځته کړه ، خو دا مهال روشن ټيلفوني شرکت د ټول هيواد په کچه په ډېرو سيمو کي دګرځند ټيلفون اسانتيا رامنځته کړېده .
د اسياخدماتي بانک يوه مالي کارپوه وويل چي په تېرو دېرشو کلونو کي دا لومړی ځل دی چي په افغانستان کي يوه شخصي شرکت ته دومره مهم پور ورکول کيږي .
",داسيا پرمختيايي بانک افغانستان ته پور ورکړ
3184,سپېڅلی,"
١٩ دوری ١٣٨٤
د اشپيگل مجلې د سې شنبې په ورځ دخپلي ا نترنتي پاڼي د لاري د ينا د پوهنتون د فزيک د موسسې د ستوري پېژندونکي رصد خانې د مدير ""رالف نوي هويزر"" دخولې نه ويلي دي : چې موږ پوره ډاډمن يو چې يوه نوې کره مو کشف کړېده .
ددغې سيارې انځور د کوچنيو ټکو په څېر ښودل کيږي چې د ""ګ كو لوپي"" د ستوری سره ملګرتوب کوي
په داسي حال کې چې ""ګ كو لوپي"" ستوری چې په شمسي منظومه کې و لمر ته ورته دی د عمر نه يې يوازي يو مليون کاله تيريږي خو لمر بيا ددېنه ٤٦٠٠ واره زيات عمر لري .
د""ګ كو لوپي"" ستوری د ځمکې نه٤٠٠ نوري کاله واټن لري ( هر نوري کال څه نا څه لس بيليونه کيلومتره دی)
په هغه عکس کې چې په چيلي کې د اروپا د رصد خانې د تلسکوپ لخوا اخيستل سوی دی يوه ستره ګازي توده ليدل کيږي چې د څېړونکو په حساب د يوه نه تر دريو ځله پوري د مشتري دسيارې په اندازه وزن لري .
",المانيانو يوه نوې سياره کشف کړه
3185,مولوي نورالحق,"
دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په ژوند بي شماره كتابونه ليكل شوي دمسلمانا نو څخه علاوه يوزيات شميراروپايي تاريخ پوهانو هم كتابونه ليكلي دنبوي سيرت په اړه يواروپائي تاريخ پوه وائي \""دسيرت ليكونكوتعداد دومره زيات دى چي شميريي ممكن ندى \"" كفار چي زمونږ دخوږپيغمبر په اړه دومره معلومات لري مونږولي تري ناخبره يو؟ دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نسب : دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نسب دنړۍ ترټولونسبونو غوره اوپاكيزه دى او دمكى مشركينو هم پدى اعتراف كاوه دپلار له طرفه يي شجره نسب په لاندي ډول دى اوله برخه :محمد بن عبد الله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصي بن كلاب بن مُره بن كعب بن لوى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خذيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن عدنان دوهمه برخه : بن اْد بن هميسع بن سلامان بن عوص بن بوز بن قموال بن اْبي بن ناشد بن حزال بن يدلاف بن طابخ بن جاحم بن ناشح بن ماخي بن عيض بن عبقر بن عبيد بن الدعابن حمدان بن سنبر بن يثربي بن يلحن بن اْرعوي بن عيض بن ديشان بن عيصر بن افناد بن اْيهام بن مقصربن ناحث بن زارح بن سمي بن مزي بن عوضه بن عرام بن قيداربن بن اسماعيل عليه السلام بن ابراهيم عليه السلام دريمه برخه : دابراهيم عليه السلام نه پورته ابراهيم بن تارخ بن واسمه اّزر بن ناحور بن ساروع بن اْوساروغ بن راعو بن فالح بن عابر بن شالح بن سام بن نوح عليه السلام بن لامك متوشلح بن اخنوخ (ادريس عليه السلام ) بن يرد بن مهلائيل بن قينان بن اّنوشه بن شيث بن اّدم عليهما السلام. دپيدا يښت نه وړاندي داّنحضرت صلي الله عليه وسلم بركات : دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په صورت كي دهدايت روښانه لمر راختلو نه وړاندي داسي نښاني موجودي وى چي دمحبوب دپيدايښت زيري يي وركاوه دمحدثينو په نزد دي ته ارهاصات وايي . دنبي كريم صلي الله عليه وسلم مور بي بي اّمنه وايي !كله چي محمد زما په ګيډه وو ماته زيرى راكړل شو چي) ستا ماشوم به دټول امت سردار وي كله چي پيدا شي ووايه چي الله ته مي سپارلى اونوم يي محمد كيږده ( وايي دحمل په موده كي مي يوه رڼا وليده چي دهغي په زريعه مي دشام ماڼۍ وليدى. ( سيرت ابن هشام) بي بي اّمنه وايي مادحمل په موده كي هيڅ تكليف ندى ليدلي كوم چي نوري ښځي يي محسوسوي . همدغه راز نوري بي شماره نښاني موجودي شوي ",سپيڅلى نبوي سيرت
3186,مفتي محمد شفيع رحمه الله,"
د وحيي اړتيا
دالٌهي ارشاداتو دبرخي محترمو لوستونكو! قراّن كريم چونكه په محمد مصطفٌي صلي الله عليه وسلم دوحي په زريعه نازل شوى نواول بايد دوحي په اړه معلومات ولرو. دوحي اړتيا : هر مسلمان پدي پوهيږي چي ده ته الله تعالي ژوند دامتحان لپاره وركړى دى او دده په غاړه يي يو څه مسْوليتونه ايښي دي ټول كاينات يي دده خدمت لپاره مقرر كړي نو پدى اساس انسان ته پكار د ي چي دوه خبري په نظركي وساتي اول داچي دكايناتو هره زره په خپل ځاى استعمال كړي اودوهم دا چي ددى په استعما ل كي دالله رضاءپه نظركي وساتي اوهيڅ داسي كار ونه كړي چي الله پري نا راضه كيږي . ددي دواړو كارونو لپاره انسان علم ته اړ دى ځكه كه ده ته دكايناتو حقيقت نه وي معلوم دشيانو په خواصو نه پوهيږي استفاد ي اخستو طريقه ورته نه وي معلومه تر هغي ددنياوي اسبابو څخه استفاده نشي كولاي همدغه راز تركومي پدي ونه پو هيږي چي الله په كومو كارونو خوشحاليږي اوپه كومو خفه كيږي تر هغى دالله درضا مطابق ژوند تيرول ممكن نه دي. الله تعالي دانسان پيداكولوسره درى داسي شيان پيداكړي چي په پورته خبرو پوهيدل اسانوي (1) دانسان حواس لكه سترګي غوږونه لاس پښه ..(2)عقل (3) وحي چنانچه انسان زيات شيان دحواسو په زريعه معلوموي څه دعقل اوكومو ته چي عقل نه رسيږي هغه بيادوحي په زريعه الله تعالي ورمعلوموي . پورته زرايع هر يو په خپله دايره كي كار كوي لكه څه چي په حواسو معلوموي هغه په عقل نه كيږي لكه يو ديوال په سترګو وګوري اورنګ يي درته سپين معلوم شي ليكن كه ستر ګي پټي كړي اوتصور وكړي نو رنګ معلومول ممكن نه دي همدغه راز كوم شيان چي په عقل معلوميږي يوازي په حواسو ممكن نه دي په ديوال لاس ايښودوسره دانشي معلومولاي چي داكوم انسان جوړ كړى بلكه ددى لپاره عقل ته اړتيا ده . دذكرشووشيانو يو حدد مقرر دى چي هغي نه اخوا ادراك نشي كولاي لكه دامعلومول چي دديوال په څنګه استعمال الله رضاءكيږي دامعلومات بيا دوحي په واسطه كيږي ددي نه څر ګنده شوه چي كوم كارونه په حواسو او عقل معلوم نشي او معلومول يي ضروري وي دا مسْله بيا وحي حل كوي نو وپوهيدو چي وحي څومره ارزښتناكه ده . الله تعالي انسان ديوه خاص مقصد لپاره پيدا كړى نو بيا دا څنګه ممكن ده چي لارښونه دي ورته ونه كړي او دا دي هم ورته ونه ښائي چي دايي نړۍ ته دڅه لپاره راليږلي ؟ دده مرام څه دى ؟ او خپل هدف ته څنګه رسيداى شي ؟ پدي هرڅه پوهيدو لپاره يي پيغمبران راليږلي اوكتابونه يي وركړي دلته به مونږدقراّني لارښونو په رڼاكي دخپل ژوند هدف اومقصد معلوموو يادونه : دي پسي به ان شاء الله دقراّن كريم عام فهمه ژباړه ولولئ . ",دوحيي اړتيا
3187,مولوي عبدالحق منصور,"
دتوحيد عقيده توحيد داسلام لومړۍ اوبنيادي عقيده ده. يوه نظريه نه بلكه دانسان څخه دحقيقي انسان جوړولو يوازينۍ لارده چي دانسان دټولو مشكلاتو حل هر حال كي دده دپناه ځاى اود هر غم وفكر ختمونكي ده دتوحيد په زريعه انسان ته پدي پوهيدل اسان شي چي دكايناتو دټول نظام چلونكى يو او مهربانه ذات دى دسوره بقرى ١٦٣ ايات كي الله تعالي فرمايي:
وَاِلٌهُكُم اِلٌه وَاحِد لاّاِلٌهَ الا هُوَالرحمٌنُ الرحِيم
ژباړه :
او معبود ستاسي معبود يو دى بل څوك دعبادت لايق نشته مګر هم دى خورامهربان پوره رحم لرونكى دى ښكاره خبره ده دچاپه زړه اودماغوچي تو حيد خپور شي نو دنيا ورته جنت ادټولني څخه يي جګړي او فسادونه ختم شي ددى عقيدى لرونكي ددنيا دهر خوف اوخطر څخه بي پروه زندګي تيروي. او د لااله الاالله كليمې ويلو مفهوم همدا دى . دتوحيد لپاره يوازي په ژبه اقرار كافي ندى بلكه دزړه تصديق ور سره ضروري دى ( معارف القراّن جلد1صفحه١٣٩) اوس به په الله تعالي باندي ځمونږ دعقيدى په اړه دحضرت مولا نا اشرف علي تهانوي دكتاب څخه ترتيب وار ليكنه كوو
(١) عقيده : ټول كاينات نه وو موجود الله تعالي پيدا كړل
(٢)عقيده : الله يو او دهيچا محتاج نه دى
(٣)عقيده : الله هميشه موجود وو او هميشه به وي
(٤)عقيده : هيڅوك او هيڅ شى دالله په څير نشته
(٥)الله ژوندى دى دالله قدرت پر هرڅه دى دالله دعلم نه هيڅ پټ نه دي هغه هرڅه ګوري هرڅه اوري او همدغه ذات دعبادت لايق دى .شريك نه لري په خپلو بندګانومهربان دى بادشاه دى دټولوعيبونو څخه پاك دى همدا دعزت والا دى دلوئي والا دى پيداكونكي دى رزق وركونكى دى چاته چي وغواړي رزق زياتوي اوچاته چي وغواړي كموي څوك چي وغواړي عزتمند كوي اوڅوك چي وغواړي ذليل كوي دانصاف څښتن دى دعاء قبلونكي دى
(٦)بندګانو ته الله پوهه اواراده وركړي چي دګناه اوثوابكار بيا په خپل اختيار كوي
(٧) الله تعالي خپلو بندګانوته داسي حكم نه دى راليږلى چي په توان كي يي نه وي
(٨)دخداي په زمه هيڅ لازم نه دي چاته چي څه وركوي دايي فضل دى.
",عقيده
3188,,"
١٩ د وری ١٣٨٤
د ننګر هار ولايت په مرکز جلال اباد کې نن د (نارنج ګل) دوديزه مشاعره او مېله د نارنج د ونو تر سيوري لاندي جوړه شوه او تر اوسه پورې دوام لري.
د نارنج ګل دوديزه مېله د ډېرو کالونو راهيسي په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو ولايتونو او سېمو د ادېبانواو شاعرانو په ګډون دنوي کال او پسرلي په هرکلي کې جوړيږي.
په روانه مشاعره کې د ګڼو ليکوالو او شاعرانو تر څنګ د افغانستان د حکومت د کابينې څو وزيرانو هم ګډون کړي دی . ", په جلال اباد کې د نارنج دګل مشاعره
3189,,"
١٩ د وری ١٣٨٤
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ماشومانو د تښتونې شمېره دسلګونو څخه اوښتې ده.
",د ماشومانو د تښتونې د مخنيوي په هکله سيمينار
3190,سپېڅلی,"
٢٠ دوری ١٣٨٤
څېړنو اوس داخبره جوته کړېده چې د خوب لږوالۍ په بدن کې د اشتها د تنظيمونکو هورمونونو په ډېرښت کې لوي لاس لري .
دهغه ګزارش پر اساس چې د علمي معلوماتو په مياشتنۍ تازه ګڼه کې خپور سوی دی راغلي دي چې دغو څېړنو ښودلي دي چې هغه کسان چې په دوو شپو کې صرف څلور ساعته وېده کيږي په هغوي کې د لپتين Leptin يا د بې اشتها يې هورمون کم سوي خو په سلو کې د اته وېشتوبيا دGhrelin په نامه د اشتها هورمونونه زيات سوي دي .
په ګزارش کې ويل کيږي چې هغه نارينه ځوانان چې لږ خوب لري زياتره يې خواږه او نشايسته لرونکې خواړه خوري، خو ددې رژيم د بدلون وجه په درستی سره نه وه څرګنده سوې .
په پورتنی ګزارش کې راځي چې څرنګه چې ماغزه په ګلوکوز باندي تغذيه کيږي خو د بېخوبۍ په حالت کې يوازي و كربوهيدراتو ته اړتيا لري .
دغه څېړنه لومړنۍ څېړنه ده چې داخبره يې را سپړلې ده او وايې چې : خوب دغه دوه مهم هورمونه تنظيموي، هورموني بدلونونه د اشتها په اندازه پوري اړه لري او لږ خوبي او د کالورۍ ډېر والی يو د بل سره مستقيمي اړيکي لري .
ددې مطالعې ډېره مهمه ځانګړتيا ددو هورمونو ياني لپتين يا دبې اشتها يې هورمون او Ghrelin يا د اشتها د هورمون څېړنه او د هغوي د نسبت څرګندوالی دی .
ګزارش وايې چې کم خوبه خلګ شيرني، چاکليټ، کيک او نور خواږه خواړه تر مېوو، ترکاريو او لبنياتو زيات خوښوي او په هغوي کې د وزن زياتوالی ليدل کيږي .
",بېخوبي او د چاغښت سره د هغه تړاو
3191,,"
کندهار ١٨- وری - ١٣٨٤
دکندهار په ولايت کي د لومړي ځل لپاره د ازادو ټاکنو له لاري دژورناليستانو خپلواکه ټولنه جوړه شوه .
په دې اړه د روان لمريز کال د وري پر ١٨مه نېټۀ په يوه جوړه شوې غونډه کي د پټو رايو له لاري د بېنوا فرهنګي ټولني مشر ښاغلی عبدالاحمد محمديار د ژورناليستانو د خپلواکي ټولني دمشر او د ايېنې مطبوعاتي دفتر مشر ښاغلی غوٍث الدين فروتن د مرستيال په توګه وټاکل شوه .
ياده شوې ټولنه چي ټوله ٣٠ تنه غړي لري شپږ تنه غړي يې (سعيد زابلى، استاد حيات الله رفيع، عبدالاحد محمد يار، دواخان مينه پال ، استاد تيمور او نور الله نوري ) په کابل کي د ژورناليستانو د ژغورني د نړيوالي ټولني د کنفرانس لپاره ټاکل شوي دي .
په نوموړې غونډه کي په کندهار کې د اينې د مطبوعاتي مرکزپه دفتر کي کندهارمېشتو دبهرنيو اوداخلي آژانسونو ، راډيوګانو،ژورناليستانو ،اوادبي ټولنو،.دبشرد حقوقودسيمه ييزدفتراستازو، دلويې جرګې وکيلانواودملي ډ موکراتيک سازمان استازو برخه اخيستې وه .
ښاغلي محمديار د خپلي نوي دندي په اړه وويل : ( که دژورنالستانو او ولس مرسته او ملاتړ له را سره وي نو وبه کولای سم د ولس ستونزي دولتي چارواکو ته په ښه توګه وړاندي او دژورنالستانو له حقوقو څخه دفاع وکړم ) .
",په کندهار کي د ژورناليستانو خپلواکه ټولنه
3192,منصور,"
عن أميرِ المؤمنينَ أبي حفصٍ عمرَ بنِ الخطَّابِ رَضِي اللهُ عَنْهُ قالَ: سَمِعْتُ رسولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يقولُ: ((إِنَّمَا الأَعْمَالُ بالنِّيَّاتِ وإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ ما نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إِلى اللهِ وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا أَو امْرَأَةٍ يَنْكِحُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ)). رواه إماما المحدِّثينَ: أبو عبدِ اللهِ محمَّدُ بنُ إسماعيلَ بنِ إبراهيمَ بنِ المغيرةِ ابنِ بَرْدِزْبَه البُخاريُّ. دلومړي حديث ژباړه : حضرت امير الموْمنين عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمائي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل دټولوعملونو دارومدار (دثواب او عذاب موجب كيدل )په نيت باندي دى هرچا لپاره به هغه بدله وركول كيږي دكوم يي چي نيت كړى چاچي هجرت وكړ (دده په نيت) دالله اورسول لپاره نو(دالله په وړاندي هم)دده هجرت دالله اورسول لپاره دى اودچا هجرت چي (دده په نيت )ددنيا حاصلولويا دكومي ښځي سره دنكاح لپاره وي نو(دالله په وړاندي به هم )دده هجرت دهمدي شيانو لپاره ليكل كېږى . شرحه :پورته حديث كي نبي كريم صلي الله عليه وسلم په اعمالو كي دنيت ارزښت بيانوي تر څو هر عمل كونكى خپل عملونه وتلي چي زما فلانى عمل دڅه لپاره وو اوهم هغه شان دالله نه دپدلي اميد ولري داحديث شريف دمحدثينو په نزد زيات ارزښتناك دى حضرت امام شافعي او امام احمد رحمهما الله ددى حديث په اړه وائي چي داد علم دريمه برخه ده ځكه دانسان اعمال ددرى شيونو څخه صادريږي (١)دزړه نه (٢) ژبي نه (٣)اونورواندامونو څخه او دنيت تعلق زړه سره دى نو دريمه حصه شوه همدغه راز امام شافعي رحمه الله فرمايي دى حديث نه دفقي اويا بابونه معلوميږي نو بنا پردي اسا س هر مسلمان بايددخپل اعمالو محاسبه وكړي په ټولو امورو كي نيت خالص دالله رضاكولو لپاره وګرځوي يادونه : دنبوي ملغلرو په پاڼه كي دمشهور محدث امام نووي رحمه الله دڅلويښتو احاديثوژپاړه اومختصر شرحه لولو ورسره به دحپلو اعمالومحاسبه او اصلاح به يي كوو - ( منصور) ",په زړه د نيت ارزښت
3193,,"
د پاپ جان پاول مړی د واتيکان د ښار د سن پيټرز په کليسا کي خاورو ته وسپارل شو .
د نوموړي مړی چي د تختو په يوه ساده تابوت کي اېښودل شوی و د کليسا په هغه برخه کي چي پخواني پاپان ( پوپان ) ښخ دي خاورو ته وسپارل شو .
د ښخيدو تر مخه لومړی د کليسا په مخ کي دجنازې مراتب تر سره شوۀ ، چي د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه په سلګونو زرو نر او ښځو ګډون پکښي کړی و . ويل کيږي چي تر اوسه په ټوله نړۍ کي په هيڅ يوه جنازه کي په دومره ډېر شمېر کسانو ګډؤن نه و کړی .
په دې مراتبو کي د نړۍ د يو شمېر هيوادونوپاچاهانو،ولسمشرانو، وزيرانو ، اود بېلابېلو دينونو مذهبي مشرانو په ډله کښي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون درلود .
",دپاپ جان پاول مړی خاورو ته وسپارل شو
3194,,"
",
3195,سيدرحمان وګړپال حبيب,"
خيال
ما چي په ځان واخيست تهمتونه ستا
څه له که راکوې څوک پيغورونه ستا
څنګه دي پيغور په ځان وانخلمه
شونډي دي غوټۍ سترګي جامونه ستا
مږده په زړګي مې دملهم پټۍ
پريږده چي پکي وې پرهرونه ستا
دومره خيال يې ساته ما خو درکړلو
ډير پکي پراته دي ارمانونه ستا
شک راته پيداشي يارانه کي دي
کله چي راياد کړمه لوظونه ستا
دې دنيا کي دغه راپه برخه شو
خيال کي جوړومه تصويرونه ستا
",خيال
3196,,"
رويټرز کندهار٢٠- وری
طالبانو نن تائيدکړه چي هغه دولتي چارواکی چي څو ورځي مخکي يې د زابل له ولايت څخه تښتولی و ، وژلی دی .
د زابل د ولايت د اوبو او برېښنامسول سراج الدين چي دوې ورځي مخکي د زابل ولايت د قلات ښار څخه دباندي د طالبانو د يوې ډلي له خوا تښتول شوی و ، وژلی دی .
د وژني دا خبر د زابل ولايت د مرکز قلات پوليسو تائيد کړی دی .
د رويټر خبري اژانس خبر ورکوي چي دا دطالبانو له خوا د يوې اوونۍ په دننه کي په سهيل لودېځه حوزه کښي پردولتي کارکوونکو دريم بريد و .
طالبانو مخکي تر دې هم خبر ورکړی و چي د ژمي په تېرېدو سره به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي .
",طالبانو په زابل کي يو دولتي چارواکی وواژه
3197,,"
کابل ٢٠ وری
دوې ورځي مخکي ( چهارشنبې ) د غزني په ولايت کي د امريکايي پوځ د لوېدلي هلي کفتر د مړو شمېر ١٨ ته رسيدلی دی ، د پيښې په ورځ امريکايانو په پېښه کي د شپاړسو تنو د وژل کېدو خبر تائيد کړی و ، او هيله يې کول چي دوه تنه سرتيري به يې ژوندي وموندل شي . خو نن په کابل کي د امريکاد پوځ يوه وياند وويل چي ددوی سرتېرو د لوېدلي الوتکي په پاته شونو کي د دوو تنو سرتېرو مړي پيدا کړي دي . چي په دې سره د ټولو وژل شويو کسانو شمېر ١٨ ته رسيږي .
دې الوتکي د کابل څخه سهيل لويديځ ته پوځيان ليږدول .د تيري چهارشنبې په دې پېښه کي چي د ائتلافي ځواکونو د وياند په وينا د هوا د خراب والي له کبله رامنځته شوه ، ټوله ١٥ تنه امريکا يي سرتيري او درې تنه افغانان وژل شوي دي .
ټاکل شوې ده چي نن به د امريکامتحده ايالاتو څخه د پلټني يو پلاوی کابل ته ورسيږي ، چي د الوتکي د لوېدلو په اړه به پلټني کوي .
",ائتلافي ځواکونو ومنل چي دغزني په پېښه کي ١٨تنه مړه دي
3198,,"
دسورة الفاتحى فضيلت په احاديثو مباركو كي دسوره فاتحي زيات فضائل ذكرشوي چي څه تري په لاندي ډول ذكر كيږي. ١: نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمائيلي دقراّن ترټولوستر سوره دى .(بخاري باب ماجاءفي فاتحه الكتاب حديث٤٤٧٤) ٢:سوره فاتحه الله يواځي نبي كريم صلي الله عليه وسلم ته وركړشوي دايونوردى چي بل پيغمبر ته نه دى وركړشوى.(صحيح مسلم حديث١٨٧٧) ٣:سوره فاتحه په خاص ډول دلمانځه سوره دي ددي نه غير لمونځ نه صحيح كيږي (مسلم حديث٨٧٤) (٤)سوره فاتحه دهرمرض شفاده سوره فاتحه كي دادومره فضائل ځكه دي چي په جامعو معني ګانومشتمل دى بلكه په قراّن كي چي څومره عقايد احكام اوفوايدبيان شوي داسورت دهغه ټولوخلاصه ده نو پدي اساس لازمه ده چي هرمسلمان پدي سوره ځان پوه او عمل پري وكړي
{بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمـَنِ الرَّحِيمِ (١)الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (٢) الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ (٣) مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ (٤) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (٥) اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ (٦) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ (٧)}
ټول ثنا اوصفت الله تعالي لره دي چي پالونكى دټولومخلوقاتودى(١)بښونكى اومهربانه دى(٢)بادشاه دورځي دقيامت دى ٣)خاص هم تالره عبادت كوو اوهم تا نه امداد غواړو(٤)مونږته برابره لار وښايه (٥)دهغه كسانولار چي تاپرى انعام كړى(٦) نهْ دهغه كسانولارچي تاپرى غضب كړى اونه لار دګمراهانو(٧) مختصر تشريح : دپورته سوره په لومړي جز يعني اولودرى اياتونو كي دكايناتو دمالك ثنا ورپسي يوايات كي يوازي دالله تعالي دعبادت اقرار اودسورت ترپايه پوري دعا ده په الحمد لله رب العالمين الرحمن الرحيم كي انسان ته ښونه كوي چي ته په خپله ماضي اوحال كي يوازي الله ته محتاج يي په ماضي كي يي دنشت نه شته كړى اودتمامو كايناتوكي يي ښايسته شكل اوصورت دركړاواوس يي ستادتربيت سلسله جاري ساتلي ملِكِ يَومِ الدين كي فرمايي چي دا انسان په راتلونكي كي هم دالله جل جلاله محتاج دى ځكه دقيامت په ورځ به الله نه علاوه بل مدد ګارنه وي .الله چي دومره لوۍ ذات دى نوهرعاقل به پخپله وايي اياكَ نَعٌبُدُ كله چي داڅرګنده شوه چي حاجت پوره كونكي يوازي الله دى نومرسته به هم يوازي دهغه نه غواړى وَاِياكَ نَسٌتَعِين او په وروستيو اياتونو كي دغوښتني مضمون اوديوى خاص دعاءتلقين دى چي هغه دسمي لاري غوښتنه ده ",دسورة فاتحى ژباړه اولنډتفسير
3199,منصور,"
دالله تعالي دعبادت لپاره پاكوالى لازم دي پاكوالي په دوه ډوله دى يو دلوي بي اودسۍ (جنابت) څخه دوهم دوړي بي اودسۍ څخه كه څوك جنوب نه وي په ده دلمانځه لپاره اودس لازم دى رازۍ اول زان داودس په فرايضو اوسنتو زان پوه كړو داودس فرايض : الله تعالي په قراّن كريم كي فرمايي:
يَااَيهَاالذِينَ امَنُوٌا اذَاقُمٌتُمٌ اِلَي الصلوهِ فَاغٌسِلُواوجوهكمٌ واَيٌديكمٌ الَي المرافقِ وامسحوا بروْسكم وارجلكم الَي الكعبين
ژباړه :
اى موْمنانو كله چي تاسي دلمانځه لپاره پورته شۍ نوخپل مخونه ووينځۍ اولاسونه ووينځۍ ترڅنګلوپوري اوپه سر مسح وكړۍ اوپښي تر ګيټكوپوري (پريمينځۍ ) پورته ايات كريمه كي الله تعالي داودس څلور فرايض بيان كړل:
١: مخ پريمنځل دمخ اندازه دسر ويشكتانو شنه كيدو (تندي (نه تر لاندي زني پوري
٢ : لاسونه ترڅنګلوپوري څنګلي په وينځلوكي شاملي دي
٣ : دسرمسح دڅلورمي برخي سر مسح يو كرته فرض ده
٤ : دپښو وينځل ګيتكو پوري ګيټكۍ په وينځلوكي شاملي دي
داوداسه سنت :
١:داودس په پيل كي بسم الله الرحمن الرحيم ويل
٢: مړوندونو پوري لاسونه پريمنځل
٣: خوله كي اوبه اچول اوغړغړه كول
٤: مسواك وهل (دمسواك فضائيل به لاندي ذكر شي )
٥: پوزه كي اوبه اچول ترڅو پوزه ترخه شي
٦: دټول سر مسح كول
٧: هر اندام دري دري كرته وينځل
٨: دغوږونو مسح كول
٩: دلاس پښو اوږيري خلالول
١٠: پرله پسي اودس كول (ديو اندام وچيدو نه مخكي بل اندام وينځل )
دمسواك فائدى اوفضايل :
ام الموْمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي كوم لمونځ چي دمسواك كولوسره وشي دبغير مسواكه څخه يي اويا درجي اجر زيات دى ( بيهقي شعب الايمان) حضرت ام الموْمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمائيلي مسواك دخولي دپاكوالي اودالله درضاسبب دى (نسائي ) داخوداحاديثو مباركو په رڼاكي دمسواك فائدې وي دمسواك طبي فائدي هم دچا نه پټي ندي مسواك كولوسره دانسان غاښونه پاك وي دخولي بدبوي نه وي همدغه رازغاښونه ورسره مظبوط وي موجوده ساينس پوهان وايي كوم كس چي مسواك استعمالوي دډيرومرضونو څخه به محفوظ وي
مسئله : دغاښونو برش غاښونه پاكوي خو سنت پري نه ادا كيږي دسنت ادا كيدو لپاره دلرګي مسواك ضروي دى
داوداسه دعا ګاني :
داودس په پيل كي بسم الله نه روسته اللهم اغفرلي ذنبي ووسع لي في داري وبارك لي في رزقي ) ويل داودس په پاي كي به دا دعا وايي :
اشهد ان لااله الاالله وحده لاشريك له واشهد ان محمدًا عبده ورسوله اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين .
",داودس طريقه
3200,سپېڅلی,"
٢١ دوری ١٣٨٤
د يو لړ تازه څېړنو پر اساس پر مځکه باندي د لومړنيو واکمنو شرايطو دوران داسي وو چې ښا يې د ژوند د جوړښت ابتدايې مصاله د تالندي او برېښنا د ضربو په وجه مينځ ته راغلي وي .
کارپوهانو د ""ساينس"" په خپرونه کې ديوې مقالې په خپرولو سره ويلي دي چې يو وخت هايدروجن د اتموسفير د اصلي تشکيل سوي عناصرو څخه وو او ښايي چې آسماني برېښناوي د هايدروجن او نورو اقليمي يا چاپېريالي عناصرو په مابين کې د عمل او عکس العمل باعث ګرځېدلي او د کيمياوې ژوند د پيدايښت و سرچينې ته يې زمينه برابره کړی وي .
دغه څېړني هغه زاړه ګومانونه را ژوندي کوي چې وايې د مځکي په لومړني اتموسفير کې دهايدروجن او نوروساده غازو په مابين کې عمل او عکس العمل، چې د تالندي او برېښنا د حرارت نه ډير ګرمېدل، د ژوندي ماليکولونو د مصالحو په جوړولو بدل سوله .
آزمايښتو ښوولي دي چې دداسي عکس العملو دکېدو امکان شته دی.
خو کار پوهان د پخوا راهيسي په دې باور وه چې که څه هم هايدروجن تل په اتموسفير کې موجود وو ولي دهغوي مقدار ډېر لږ وو.
هايدروجن چې ډېر سپک غاز دی په آساني سره د ځمکي د ګرد چاپير د فضا نه تښتي او فضا ته ځان رسوي .
د کيميا پوه برايان تون او همکارانو په قول، څو ميليارډه کاله پخوا پرمځکه باندي بلکل بل شاني شرايط حاکم وه او هغه دا چې هايدروجن د اتشفشانو نه د تيښتي نه با د دمځکي په اتموسفير يا ګرد چاپيره فضا کې را ګيرېدل او ديوې نه دريمه برخه يې جوړوله .
که داسي وي په کال کې دمليونونو زره ټنه ساده د ژوند د ماليکولونو د پيدايښت امکان د آسماني بڅرکو په خاطر وجود لاره .
ديو او بل سره ددې ما ليکولونو عمل او عکس العمل او د پېچلو ما ليکولونو پيدايښت ، په تدريج سره د ژوند ځينو بېلګو په پيل شروع وکړله .
ګرانه ده چې هيځکله به څوک و پوهيږي چې ژوند چېري شروع سو . خو تازه څېړني دغه باور پياوړی کوي چې ژوند د يوه ډول لومړنيو کيمياوي عمل او عکس العمل نه مينځنه راغلی دی.
",د ژوند په پيدايښت کې دتالندي برېښنا او هايدروجن
3201,,"
٢١ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې ددغه هيواد د کډوالو د چارو وزارت د بغلان په ولايت کې د بې کورۍ د ستونزې د ختمولو په لړ کې د لس زرو کورونو د جوړولو په يوه پروژه لاس پورې کړې دی.
په هغو مراسمو کې چې د دغه پروژې د پرانيستلو په موخه د بغلان په ولايت کې جوړ شوي و، دکډوالو د چارو وزير محمد اعظم دادپر وويل چې دغه کورونه به په لومړی ګام کې هغوخلکو ته ورکول کيږي چې کورونه نه لري او د کډوالۍ څخه بېرته هيواد ته راستانه شوي دي. ",په بغلان کې د کور جوړولو پروژه پېل شوه
3202,,"
٢١ د وری ١٣٨٤
د مهاجرت نړيوال سازمان ( اي او ام ) لسو افغانانو ته داسې زمېنه مساعده کړی ده چی هغوي وطن ته د ستنيدو شرايط له نږدې نه وويني.
کيدې شي چې د المان څخه افغانستان ته د لسو افغانانود سفريو فلم هم جوړ شی چې وروسته به په اروپا کې د ليدونکو نندارې ته وړاندې شی.
د دغه فلم هدف به دا وی چې هغه افغانان چې هيواد ته د تللو نيت لري ، د افغانستان د اوسني حالت سره اشنا کړي. ",داروپا څخه د افغانانو د بېرته ستنيدلو لپاره هڅه
3203,,"
",
3204,فضل رحمان کټوازی - کوريا,"
فضل رحمان کټوازی - سيول کوريا ١٠ - اپريل ٢٠٠٥ زېږديز
داديروخت مي غوښتل چي په يوه داسي حقيقت باندي څه نه څه وليکم ،خو زياتو مصروفياتو اوبعضي مسٌوليتونو دې ته نه پريښودم چي قلم راواخلم اويوداسي ورين حقيقت خپلو وطندارانو ته وړاندي کړم چي تراوسه هريوه پرې سترگي پټي کړي دي .
زه په دې نه پوهيږم چي تر څو به زموږ ړون اندي همدا شان غلي پاته کيږي ، او د هغه روښانه حقيقت انځور به د خپلو وروڼو مخي ته نه راوړي چي دا دډيري مودې راهيسي زموږ ګران ټاټوبی ورسره مخ دی .
موږ که خپل مسوليتونه ونه پېژنو د خپلو لويو ملي ګټو څخه ناخبره واوسو ، او دهغه ناپوهه نسل چي تاسي ته يې سترګي نيولي شايد د ملاصاحب د جنت په تکل يا د يو څو روپو لپاره همېشه د خپو وړونو قاتل و اوسي .
په داسي شان کړنلارو سره به د هغه دنياوي اواخروي ژوند تباه شي اوتبا کيږي . زموږ دملت بدبختي داده چي هرچاد لنډکروزر او بينز موټرونو خوند وليد اوس که ددې چوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره هرڅومره مبارزه وشي شايد زما د ( روغ ليوني ملا په فتوا) حقيقي جهاد دی .
زه د هغه ناپوهه وړونو څخه سوال لرم چي ايا يوه ورځ مو ددې ملاڅخه هم پوښتنه وکړي چي ستا اولادونه خو په امريکا ، اروپا او د اسلام اباد يا تهران په لوړه سويه مکتبونو کي سبقونه وايي ، ايا دا جهاد چي ته وايي زه يې د يوه خوار ملت د يوه داسي ملت چي ددنيا يو غريب ترين ملت دی ولي وکړم ؟؟;
ايا دا جهاد صرف پر مافرض دی ، ستا اولاد ولي جهاد ته نه راځي ، هر کله که دا پوښتنه زموږ د هغو ناپوهه کسانو سره پيدا شي نو په دې دي پوه شي چي ضمير يې بيدار شوی دی ، او نور به ددين اومذهب ددې خرڅ شويو دروغ ګويه سوداګرو په لومه کي نه راځي . څو شپې وړاندي مي د خيبر تلويزيوني چينل له لاري د اسلام د يوه داسي ټيکه دار خبر واوريد چي په جنوبي وزيرستان کي يې پر قبايلو ږغ کړی چي په ( ګومل زام ډيم ) باندي د چيني انجنيرانو اوکارکوونکو ساتنه دي وکړي ، ولي چي چين د پاکستان ډېر نژدې دوست دی .
زه نه غواړم چي ددې لوی ټېکه دار نوم واخلم، ولي چي د نوموړي نوم زما د نوم سره يو شان دی . کله کله مي زړه غواړي چي حتی دا خپل نوم مي بدل کړی وای ، دا ښاغلی مولانا فضل الرحمن دی; ، او د جميعت علما اسلام پاکستان هغه رهبر دی چي همېشه کله چي هم دده مشران وغواړي د نوموړي نه ډېره ښه استفاده کوي . د نوموړي خدمات د پاکستان لپاره ډېر زيات دي ، اوبايد همداسي هم وي ځکه چي هغه ( پاکستان ) يې هيواد دی ، اوبايد د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي .
هغه له يوه اړخه دغريبو کشميريانو د وژني لپاره د هند سره مقدس جهاد اعلانوي ، اوبيا چي کله ضرورت پېښ شي اووخت تنګ شي نو بيا د مشرانو په اجازه د هندي چارواکو د بلني څخه پرته د هند د سخت دريځو هندواڼو سره د ليدني لپاره هند ته په سفر ولاړ شي او بيا هلته پر خبرو زور راوړي ولي چي نوموړی ملي ګټي ساتي او بيا وخت ته ګوري ، نوموړي خو زموږ تاريخي اثار تباه کړل ، او يا يې د خپلو موزيمونو د ښايست لپاره خپل هيواد ته له ځان سره يو وړل ، اوس چي حکومت راغلی ولي د پېښور موزيم نه تباه کوي ، او په ټينکونو يې نه ولي ، چي دلته هم ملي تاريخي ګټي دي . نوموړي يو وار فتوا ورکړه چي د ښځي په حکومت کي حتی نکاح نه کيږي ، او دې بې نکاح ډېزلي ملا د بې نظيري په حکومت کي يوه لويه چوکۍ ترلاسه کړه ، اوحتی په ډېزلو کي د زياتي ګټي په تور په ډيزلي ملا بدنام شو .
اوس به راشو قاضي حسين احمد ته چي د جميعت اسلامي لوی مشر دی او د افغانستان په تباه کولو کي نوموړي هم لويه فريضه سرته رسولې ده !!
دلوی تجارت خو به يې څه نه وايو ، يوازي دومره به ووايو چي دې د دين ټېکه دار ملا !؟ هم د اسلام يو دايس ټېکه دار ځان بولي چي هر وخت د ملي ګټو د ساتني وخت راغلی دی نوموړي ورته لبيک ويلی اوغريب کشميريان او ځيني ناپوهه افغانان يې د خپلو وړونو سره د جنګ لپاره تيار کړي دي ، او په هغوی يې دخپلو هيوادونو تاريخ ، کلتور، او د هيواد پوهان او مشران قتل کړي دي .
د نوموړي زوی اولور د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخت دي او اوس خو يې لا لور د پارلمان وکيله هم ده ، مګر په افغانستان کي زما او ستا لوڼي اوخويندي خو پرېږده چي زما او ستا وړونه او زامنو ته يې هم مکتب ته دتللو اجازه نه درلوده .
د هغوی بايد ښوونځی مدرسه شي ولي چي افغانانو ته ددنياوي علم هيڅ اړتيا نشته ،هغه چي څومره جاهل او ناپوه وي دومره ښه جهاد کوي ، اوکه چيرته پوه شي نو بيا خو په به حقيقت ورته مالوم شي او د ملي ګټو د ساتني احساس به ورسره پيدا شي .
اوس به لږ راشو د ښاغلي حميد ګل ژوندانه ته ، زما په اند هرافغان اوس په دې ښه پوهيږي ، پاکستان ته چي څومره کار ښاغلي حميد ګل کړی دی بل هيڅ چا نه دی کړی ،
يو وخت د اسلام اباد يوه پنځه ستوري ( پايو سټارز ) هوټل ته د يوچا سره ولاړم ، هلته مي د نوموړي لور چي عظمي ګل نوميږي او په پاکستان کي د مهران بس سرويس د يوه لوی تجارت ريسه هم ده وليده ، د اغلي عظمی ( ګل ) لويدځ ډوله کوږ ووږ لباس چي مي وليد ډېر يې وځورولم ، ولي چي د نوموړي پلار خو زما او ستا ملا ته د حجاب او پردې درس ورکوي ، اوخپل ګراني لور ته يې لوېديځوال فيشن ورکړی دی .
د پاکستان لوی خدمتګار چي خپل وطن ته يې ډېر لوی خدمتونه کړي ، افغانستان يې لوټي لوټي کړی ، د خپل کور ښايست لپاره يې د افغانستان تاريخي اثار لوټ کړل .
چي خدای يې شرموي نو يې داسي شرموي : څه موده مخکي مي په پاکستاني مطبوعاتو د جنرال حميدګل مرکه ولوستله ، چي نوموړي په نصيرالله بابړ تورلګولی و چي د نوموړي په کور کي د افغانستان څخه لوټ شوي لوغوني اثار اوس هم شته ، دې حقيقت چي زما اوستا د ملا غوږونه اوس نه وي خلاص کړي څه وخت به يې خلاصوي !؟
د بابړ حالت اوس تر دې حده رسيدلی چي څه موده مخکي يې د خيبر تلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل چي په افغانستان کي رهبر نشته ، او حتی چي زموږ ولسمشر کرزی صاحب يې هم ياد کړ چي هغه هم رهبر نه دی . هغه زياته کړه چي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي !
بابړ په دې مرکه کي په ډېر جرائت سره خپل پنجابي واکداران بې غيرته وبلل اوزياته يې کړه چي د هند پنجابيان اوس ددوستۍ خبري کوي دې هندواڼو ددوی ښځي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي او اوس دوی ورسره خبري کوي .
اوس قضاوت تاسو درنو لوستونکو ته پرېږدم ، تاسو قضاوت وکړ ئ، چي زما او ستا ملا صاحب څه کوي ، او د نړۍ ملايان څه کوي ؟
ګرانو لوستونکو !
دغه څو کرښي چي مي وليکلې دا مي يوازي د خپل هغه ملي او اسلامي احساس له مخي وليکلې چي ډېر مي ځوروي ، او همېشه دا سوچ راسره پيدا کوي چي زما ملا زما وينه ده ، زما د وطن بچی دی ، هغه ولي د پردو په دې ناولو لومو کښي راګير شي ، اوولي دي خپل وطن لوټي لوټي کړي ، ولي دي خپل وروڼه د يوه او بل په نوم ووژني ، زما د ملا سره ولي د خپل هيواد ملي احساس نشته ، تر څو به په خپل ګرېوان کي نه ګوري ، او خپل احساس ا و مسوليت به ويده ساتي !؟
اوس به راشو زموږ د کليوالو خلکو سوچ ته ، دوی خو دا سوچ کوي چي هر څوک پاچا شي هغه ته بيا پيسې په خپل راځي ، اوهغه خو د پيسو مشين لري ، ګرانووطنوالو داسي نه ده ، حکومت چلول دا کوم اسان کار نه دی دا هغه وخت نه د ی چي ددنيا خلک د يوه بل نه ناخبره وو ، اوس د Globalization وخت دی ، د ټولي دنيا څخه يو کلی جوړ شوی دی هر هيواد په خپله پوره نه دی ، بيا زما اوستا غريب هيواد چي ٩٠ په سلو کي وګړي يې بې زده کړي دي نه خپل حق پېژني او نه د پردي .
دا به څرنګه وکولای شي چي خپل هيواد وساتي ، ددې لپاره د نړيوالو مرستو ته اړتيا شته ، او که چيرته نړيوالي مرستي نه وي هيڅ امکان نشته چي ما اوتادي خپل ګلشن سمسور کړو ،زما اوستا ګاونډی هيواد پاکستان هم ددنيا په مرستو چليږي ، او د دنيامرستي دي چي حتی د يوه هيواد بهرنی سياست په بدلون کي لوی لامل ګرځي ، زه اوته که په رښتيا سره ملي او اسلامي ګټو او مسوليتونو ته درناوی وکړو نو زما او ستا د ابدالي بابا دا تاريخي کور به هم جوړ شي . لکه څرنګه چي مو د روسي ښکېلاک په وړاندي مبارزه وکړه اود ټولي نړۍ تېره بيا امريکا متحده ايالاتو مرستي مو ومنلې که هغه مرستي راسره نه وای ايا زما او ستا په توره به څه کولای شول !؟
د نړۍ سره هم زما او ستا د کور اوعقيدې کوم فکر نه و ، د هغوی خپلي ګټي وې ليکن کله چي زما او ستا د لويو ګټو سوال راشي نو بايد بيا خپل مسوليت اداکړو ، اواوس چي دمتحده ايالاتو په مشرۍ نړيوال طاقت په افغانستان کي پروت دی او زما اوستا سرحدونه يې د خپلو ګاونډيانو دمداخلې څخه ساتلي او زما اوستا دملي اردو پوليسو زده کړي ، تجهيزات ، او د وطن د ابادۍ په کارونو کي مرسته راسره کوي ، ولي يې دښمني وکړو ، لکه څرنګه چي د جهاد په وخت کي دې نړۍ له موږ سره مرسته وکړه ، او موږ بريالي شوو ، همدا شان اوس د خپلو ملي ګټو لپاره بايد ددې طاقتونو موجوديت قبول کړو ، او که چيري داسي ونه کړو نو بيابه هر څوک خپلي لاري درنه جلاکړي ، لکه څرنګه چي مشرف صاحب د ( سب سې پهلې پاکستان ) ياني تر ټولو لومړی پاکستان ناره ووهله ، او خپل دريځ يې دبوش په يوه ټيلفون سره بدل کړو ، زما اوستا لپاره هم ړومبی افغانستان دی !
خدای مکړه که افغانستان نه وي نه به ته يې نه به دي غيرت وي اونه عزت .
په اخير کي دخپل وطن د درې رنګه مغروره بيرغ د تل تر تله رپا او د ټولو وطنوالو د هوسا ژوند په هيله !
ددې ليکني موضوع سره اړوند د قاري صاحب هجران شعر د صالح محمدصالح په ږغ کي واورئ ",زما ملا او د پاکستان ملا
3205,,"
هجرت هنري فلم - په کابل کي
نوی افغان هنري فلم ( هجرت ) به ډېر ژر په هيواد کي دننه لومړی په کابل او بيا په کندهار کي نندارې ته وړاندي شي .
هجرت په اروپا کي د مېشت افغان کډوالو د ژوند کيسې درته بيانوي چي د خندا سره - سره ډېر دردونکی هم دی .
هجرت د هيواد د وتلي فلم جوړونکی واحد نظري له خوا د جوړو شووفلمونو څخه ( د کونډي زوی ) سريال وروسته تر ټولو وروستۍ لاسته راوړنه ده چي په هيواد کي دننه هيوادوال يې يو کال د ليدلو لاري څاري .
هجرت تر دې دمه پوري په ټوله اروپايي هيوادونو کي په څو څو ځله ښودل شوی دی ، او دادی دلومړي ځل لپاره د هيواد دننه په همدې څو ورځو کي نندارې ته وړاندي کيږي .
د نندارې دقيقه نېټۀ او پته به ډېر ژر اعلان شي .
",هجرت په کابل کي
3206,مولوي عبدالحق منصور,"
اسلام پوهنه او مطالعه
په موجوده زمانه كښي زياتره هغه خلك چي ددين څخه ناخبره دي دافكركوي چي داسلام مبارك دين يوازي دلمونځ روژې اوڅوغيبي خبرو( چي دقيامت په ورځ په څه كيږي جنت كي حوري اوجهنم كي ماران اولړمان دي ) مجموعه ده دانسان ظاهري اوباطني حالاتو ته نظر نه كوي دهرچا خوښه ده چي الله اورسول په كومه طريقه پيژني معاملات تجارت اوخلكو سره چلند په خپله خوښه كوي نه پكي دټولني داصلاح څه شته اونه ددنياوي كارونوپه اړه معلومات وړاندي كوي لنډه داچي داسلام نه دناخبرتيا په وجه داخبره ذهن ته راځي كه دتجارت لپاره لارښوني غواړې نو دنوروقومونو تقليد كوه اودټولني په جوړښت كي دزړو فلسفيانو په پل روان اوسه. چاچي اسلام نه وي مطالعه كړى هغه فكركوي چي په نړيواله كچه داصلاً داړتياوو پوره كولواو دبشري ادابواواخلاقوپه اړه اسلام كي هيڅ اصول نشته
دپورته خبرو بد اثر هم په مسلمانانو اوهم په غير مسلمو پريوتى غيرمسلمانانوته په اسلام ديو نامكمل دين ټاپي وهلوموقع برابره شوه اوبعضي مسلمانان بيا ځان په هرڅه كي دنورومحتاج ګڼي همدغه رازداسلام څخه نا خبرتياپه عامو وګړو هم بده اغيزه كړي اودا خبره لګياده په نړيواله كچه وده مومي ، په داسي حال کي چي څوك لږپه دقت سره دقرآن او حديث مطالعه وكړي داسلام په مبارك دين كي به دبشري ټولني دهرضرورت علاج اودورپيښو ستونزو حل به بيامومي پدي به اعتراف وكړي چي اسلام مونږهيڅ ته هم نه يو محتاج كړي ددې خبري ښكاره ثبوت داسلام په اړه دنورومذاهبو دپوهانو اعتراف دى .
داسلامي تعليماتو نه دخبرتيا په اړه به دلته په نږدي راتلونكي كي دعباداتو عقايدو ورځني معاملاتو اوټولنيز ژوند په اړه معلومات وګورئ .
", اسلام پوهنه او مطالعه
3207,,"
اسلام او مذهب
بېنوا ويبپاڼه د ٢٠٠٤ زېږديز کال د جولای د مياشتي پر لومړۍ نېټۀ د لومړي ځل لپاره پر ليکه شوه ، او په خپرونو يې پيل وکړ .
د يوه کال په دننه کښي د بېنوا ويبپاڼي چلوونکو د نړۍ په بېلابېلو برخو کښي دافغاني ليکوالو ، پوهانو ، ژورناليستانو ، اوعالمانو سره اړيکي ټينګي کړي ، او وخت په وخت يې د هغوی سره په مشوورو ، او دورځنيو اړتياو په پام کي نيولو سره د افغانستان د پوهي او کلتور پر شاوخوا د خپلو ملي ګټو د ساتلو ، اوملي مسوليتو نو په ترسره کولوکي هڅي کړي دي .
له نېکه مرغه بېنوا ويبپاڼي د يوه کال څخه په لږه موده کښي تر هغه ډيري لاسته راوړني لري ، دکومو چي هيلي کېدلې !
طبعي ده چي لا هم ډېر کار پاته دی ، لا اوس هم له ډېرو نيوکو سره مخامخ يو ، لا اوس هم د ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوو چي دکارونود لا سمون لپاره زموږ سره وخت په وخت همکارۍ وکړي، نيوکي وکړي ، او هيره دي نه وي ، چي که نيوکي کوي ، نو لږ تر لږه يې د سمون په برخه کي هم څه وکولای شي !
په تېرو څو مياشتو کي پر بېنوا ويبپاڼي ترټولوغټه نيوکه داوه چي په بېنوا ويبپاڼه کښي ډېر څه شته ،خو ( اسلام ) ته نه په ليکنو کي پاملرنه کيږي ، او نه په پاڼه کښي ورته ځانګړې پاڼه شوې ده .
په دې کار کي دځنډ لامل يوازي اويوازي د بېنوا ويبپاڼي دچلوونکو په پرديسۍ کي ژوند ، داسانتياوو لږوالی و ، خو اوس د بېنوا ويبپاڼي ټولو قدرمنو لوستونکو ته زيری ورکوو ، چي په بېنوا ويبپاڼۀ کښي د ( اسلام اومذهب ) په نامه يوه ځانګړې پاڼه پرانستل شوه ، چي په دې پاڼه کښي به تاسو ته د قران عظيم الشان د اياتونو تفسير اوترجمه ، نبوي احاديث اوتفسير يې ، نبوي سيرت ، اسلامي لارښووني ،اسلامي عقايد او داسي نور اړين مواد وړاندی کيږي او هڅه به کيږي چي د هغو اسلامي فرايضو په هکله مالومات خپاره شي کوم چي يو مسلمان يې هره ورځ بايد په پام کي ولري ، آو مراعت يې کړي .
دا نوې پاڼه به د هيواد يو شمېر ديني عالمان پر مخ بيايي ، او د بېنوا ويبپاڼي لوستونکو ته به د دين اومذهب په هکله د پوهاوي اسانتياوي برابروي .
هيله ده چي د بېنوا ويبپاڼي دغه نوې برخه وخت په وخت ولولئ ، او په اړه يې خپل ( نظر ) د بېنوا ويبپاڼي د خپرنيزي څانګي د برېښناليکونو پر پته راوليږئ .
",اسلام او مذهب
3208,سپېڅلی,"
٢٢ دوری ١٣٨٤
په آلمان کې دداخله متخصصينو د سردرد ضد د زياتو ټابليټونو د مصرف په هکله ناروغانو ته خبرداری ورکړې او دا خبره يې په ډاګه کړېده چې دداشاني ګوليو بې درکه مصرفول پخپله کېداې سي چې د يوې مزمني او پايېدونکي سر دردی باعث وګرځي .
آلماني خپروني د تيري پنجشنبې په ورځ د دداخله متخصص ""اووه رويتر"" څرګندوني چې په ويسبادن کې يې د داخله متخصصينو په کنګره کې کړي وې زياتوي چې که يو ناروغه په مياشت کې د ١٥ ورځو نه زيات د سردرد ضد ګولۍ و خوري نو ډاکټر بايد و ناروغه ته د خطرې خبرداری ور کړي .
اووه رويتر په دې باوردی چې د يوه ناروغه دپاره د سردرد ضد قوي ګوليو مصرف چې د څو ګټورو مادو درلودونکي دي زياتره په مياشت کې لس ورځي کفايت کوي .
دغه برليني متخصص سپارښتنه کوي چې په هغه حالاتو کې چې يو ناروغه د زياتو سردردۍ ضد ګوليو په مصرف عادت کړی وي نو ﻻزمه ده چې ډېر ژر دغه دوا ور باندي بنده او د ناروغه بدن د زهرو نه پاک کړل سي .
د اعصابو متخصص پرفسور ""هانس كريستف دينر"" د آلمان د اسن ښار نه هم خبر داری ورکړی دی چې په خاص ډول د سر دردي ضد قوي دواوو کارول چې د مورفين درلودنکي وي په دې چې د عادت باعث ګرځي اصلاً د علاج د پاره مناسب ندی .
دينر وايې چې اوس اوس په آلمان کې د خلګو په سلو کې شپېته د لنډمهاله سردرديو نه رنځ وړي .
",دسردرد ضد درمل او د ډاکټرانو خبر داری
3209,خالد هادي,"
انا لله وانا اليه راجعون
د هېواد تكړه ممثل او لوبغاړى ف. فضلي چې په افغانانو كې يې ځانګړى شهرت درلود، نن په كابل كې په حق ورسېد، چې د ماسپښين پر دوه نيمو بجو به يې له نوې كارتې (كارته نو) څخه جنازه هديرې ته وړل كېږي.
د افغاني تياتر ځلانده ستوری فضل محمد فضلي چي په ف . فضلي مشهوره وو د کندهار په لومړی ناحيه کي له نن څخه وړاندي څه د پاسه 84 کاله مخکي د ارواښاد عبدالصمد خان په روحاني کورنۍ کي سترګي پرانيستلي وې .
هغه د کندهار د لوی احمدشاه بابا په ليسه کي تر دولسمه پوري زده کړه کړې وه او د ځينو کورنيو ستونزو له کبله ئې لوړي زده کړي ونشوای کړای
ارواښاد فضلي په لسم ټولګۍ کښي و چي د تياتر دنيا ته ئې مخه کړه او خپل لومړنی تياتر چي دسمال نوميده په 1327 لمريز کال کي نندارچانو ته واړندي کړ چي د ليدونکو په تود هرکلي ئې هغه نور هم د تياتر او فنکاری دنيا ته تشويق کړ
کله چي په کندهار کي د وخت د ځينو خودغرضو کسانو لخوا د تياتر سره د مخالفت ږغونه اوچت شوه نو د هغه د تمثل کړي هم محدوده شوه ، بيلاخيره فضلي خپلي ميني او ذوق دې ته اړ کړ چي کندهار پريږدي او کابل ته لاړ شي ، هغه په 1338 لمريز کال کي په کابل راډيو کي د ډرام او ډيالوګ په مديريت کي کار پيل کړ کله چي په 1342 لمريز کال کي د پوهني نندارې په چوکاټ کي پښتو تياتر ته هم ځای ورکړه شو نو هغه په خپل هنر کي نور هم وځليد او د قهرمان پر ننداره چي د خلګو له خوا ډيره وستايل شوه د وخت د صدراعظم د يو لک افغانيو جايزه وګټله ، هغه پر دی سر بېره په خپل هنر کي د صلح همبستګي او نور مډالونه هم ترلاسه کړي وه او پر خپل هنري فنکاری برسيره ئې په خپل هنر کي په زيات شمير شاګردان روزلي دي
فضلي په مشهور ډرامو لکه لوی احمد شاه بابا ، د ډبري زړه ، دشيطان مرګ ، شهيد جادوګر ، اشتباه ، د ميوند په ياد او ډيرو نورو ډرامو کي کار کړې وو او افغانانو د يو نامتو ممثل او فنکار په حيث پېژانده اود هغه د هنري ډيالوګونو څخه به ئې ځانګړی خوند اخسته
هغه په خپل هنر كې برلاسى او د ځانګړي سبك خاوند و، كله چې په هېواد كې تنظيمي جګړې پيل شوې او افغانان يې د اور پر تبۍ كښېنول دى هم د نورو افغانانو په شان اړ شو چې پېښور ته هجرت وكړي، هورې يې د بي بي سي د نوي كور نوي ژوند ډرامه كې د جبار خان رول پر غاړه واخيست چې تر دې دمه يې په همدې رول كې كار كاوه.
موږ په داسي حال کښي چي د ارواښاد فضل محمد فضلي مړينه د هيواد په هنر او تياتر کي لويه ضايع ګنو د هغه په مړينه خپله خواشيني څرګندوو
په کندهار کي د مېشتي بېنوا فرهنګي ټولني او بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي په استازيتوب د هغه روح ته مغفرت او د هغه کورنۍ ته دپوره صبر غوښتنکی يم
په درناوي
خالدهادي حيدري
دبېنوا انټرنيټ پاڼي ويب ماسټر ",ف. فضلي د هېواد تكړه ممثل هم په حق ورسېد
3210,,"
",
3211,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان دولت په پام کې لري چې د هيواد د برېښنا د سسټم په رغولو او پراخولو کې خصوصي سکتور ته ونډه ورکړی .
اوس چې هيواد د بيا رغونې په لور روان دی ، په ټولو برخو کې برېښنا ته زيات ضرورت ليدل کيږي اود افغانستان دولت دومره امکانات نه لری چې د ټول هيواد د بريښنا د سسټم د بيا رغونې چاره تر سره کړي، نو ځکه پانګه وال همکارۍ ته رابولی.
",د برېښناپه برخه کې د خصوصي سکتور هڅونه
3212,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د عدليې وزارت له ټولو ولايتونو څخه د سلو نه زيات قاضيان او څارنوالان کابل ته بللي چې د قضايې او عدلي اصلاحاتو په هکله سره وغږيږي.
د دې درې ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ د عدليې وزير سرور دانش وويل چې د بېلابېلو ستونزو او نېمګړتياو له کبله په تېرو دريو کالونو کې عدلي او قضايي اصلاحات په ښه توګه نه دي پلي شوي.
",په افغانستان کې د قضايي او عدلي اصلاحاتو لپاره غونډه
3213,,"
٢٢ د وری ١٣٨٤
د افغانستان بانک سر له نن څخه په بازار کې د يوې، دوو او پينځو فلزي روپيو چلند اعلان کړ.
په وروستيو کالونو کې ټولې پيسي د بانک نوټ په بڼه کې وي خو نن د افغانستان بانک اعلان وکړ چې بازار ته به فلزي روپۍ وړاندې کوي.
دغه پيسي د فرانسې په هيواد کې جوړيشوي دي چې په يو مخ يې د افغانستان د دولت نشان دې او په بل مخ يې د پيسو اندازه ليکل شوي ده.
",د افغانستان بانک ماتې پيسي بازار ته وړاندې کړي
3214,منصور,"
دغسل واجبونكي :
دكوم قسم ناپاكۍ نه چي غسل لازميږي هغي ته حدث اكبر يا لويه بي اودسي وايي غسل په څلوروخبرو فرض كيږي
(١)لذت اوجوش سره دمني وتل په ويښه وي كه په خوب كي اوهرڅه وجه چي وي
(٢) دښځي اونارينه يوځاي كيدلوسره
(٣)په ښځو مياشتنۍ مريضي (حيض ) راتلل
(٤)نفاس (دماشوم پيداكيدل )
دغسل فرائض :
١ : خوله وينځل اوغړغړى كول
٢ : پوزه وينځل چي خيشوم ته اوبه ورسيږي
٣ : دټول بدن وينځل چي دويښته په اندازه ځاى هم وچ پاتي نه شي كه كوم ځائي وچ پاتي وي اوبه بهول پرى ضروري دي صرف لوند لاس راښكودل پرى نه كافي كيږي
دغسل سنت طريقه :
لومړى به دواړه لاسونه مړوندونو پور ي پريمنځى بيا به استنجا وكړى بيا به كه په بدن كوم ځاي ناپاكي لږيدلي وي هغه به پريمنځي مكمل اودس به وكړى په اوچا ځاي كيناستلو سره به غسل وكړي په ټول بدن به درى كرته اوبه واړوى دغسل نه پس به پښي په بل ځاي كي پريمنځي يادونه : غسل نه روسته دپښو وينځل په هغه وخت كي لازم د ي چي تشناب عصري نه وي ځكه استعمال شوي اوبه هلته ډنډ وي اوكه تشناب كي اوبه نه ډنډكيږي ياغسل ته دكيتاستو ځاي لوړ وي نوپښي وينځل سنت د ي دغسل اواودس لپاره پاكي اوبه شرط دي
",د ځان پرېوللو ( غسل) فرايض او سنت طريقه
3215,منصور,"
دايمان مفصل صفت :
امنت بالله وملئكته وكتبه ورسله واليوم الاخر والقدر خيره وشره من الله تعالي والبعث بعد الموت
ژباړه :
ايمان مي راوړى په الله باندي اوپه ملا ئكو دالله اوپه كتابونودالله اوپه رسولانو دالله اوپه ورځ داخرت اودخيراوشرپه تقدير چي دالله دلوري دي اودمرګ نه پس په ژوند باندي .
دايمان مجمل صفت :
امنت بالله كما هو باسمائه وصفاته وقبلت جميع احكامه اقرار باللسان وتصديق بالقلب
ژباړه :
ايمان مي راوړى په الله اوپه نومونو اوصفتونو دالله اودالله ټول احكام مي قبول كړي په ژبه اقرار اوپه زړه كي تصديق كوم دايمان مفصل شرحه حضرت امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايلي چي دايمان بنسټ دادى چي ووايي امنت بالله په ژبه اقرار چي په الله تعالي مي ايمان راوړى اوپه زړه كي دالله دوجود اويووالي تصديق وكړى اويقين ولرى چي همدا الله دعبادت لايق دى دايمان لپاره په ژبه اقرار اوپه زړه تصديق ضروري دى .كه څوك يوازي په زړه كي تصديق وكړي اوپه ژبه اقرار ونكړي دشريعت په رڼاكي موْمن نه شميرل كيږي ځكه دده په تصديق ثبوت ندى موجود وَمَلا ئِكَتهِ دملائكو په وجود ايمان درلودل غير دفرق اودشمير دتعين څخه اودا ايمان در لورل چي ملائكي نه نارينه دي اونه ښځينه بلكه يو لطيف مخلوق دى چي په مختلفوشكلونو ځان بدلولاي شي اود ايمان لرل چي فرشتي دالله تعالي هيڅ نافرماني نه كوي الله تعالي فرمائي:
لايسبقون بالقول وهم بامرهم يعملون (الانبياء 27 )
ژباړه :
دوی په وينا كي وړاندي والى نه كوي اوخاص دالله په حكم عمل كوي او فر مائي :
لايعصون الله ما امرهم ويفعلون مايوْمرون
ژباړه :
دالله تعالي دحكم نافرماني نه كوي او هغه كوي چي الله ورته حكم وكړي كومه قصه چي دهاروت اوماروت په اړه مشهوره ده دهغي نه په قراّن كي څه ثبوت شته اونه په احاديثوكي همدغه رازڅوك چي ابليس لعين دفرشتو استادبولي نو دا هم غلطه ده ځكه دشيطان په اړه الله تعالي فرمائي :
كَانَ مِنَ الجِن (سوره كهف 50)
ژباړه :
شيطان دپيريانو څخه وو وَكُتُبِهِ او دالله په كتابونو ( تورات انجيل زبور اوقراّن سل صحيفو)باندي ايمان ردلودل وَرُسُلِهِ دالله تعالي په پيغمبرانوايمان درلودل چي دالله بندګان اودبشر لارښوني لپاره راليږل شوي . دانبياء كراموپه پيغمبرۍ كي فرق نه كوو لكه چي الله تعالي فرمائي:
لا نُفَرقُ بَيٌنَ اَحدٍ من رُسُلهِ (بقره 285)
ژباړه :
فرق نه كوو په منځ دهيڅ يوه (رسول ) درسولانو دالله تعالي كي ليكن پيغمبران په درجاتو كي سره متفاوت دي الله تعالي فرمايي :
تِلٌكَ الرسل فضلنا بعضهم علي بعض (بقره 253)
ژباړه:
داټول ( دادم عليه السلام څخه تر محمد صلي الله عليه وسلم ) پوري رسولان دي فضيلت وركړى دى مونږ ځيني ته پر ځيني نورو باندي محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم ترټولو غوره پيغمبر دى حديث شريف كي راغلي ژباړه : زه به لومړى هغه كس يم چي ځمكه ورته وڅيرل شي دجنت ګاڼه به واغوندم بيا به دعرش ښي طرفته ودريږم په مخلوق كي به هيڅوك داسي نه وي چي دلته ودريږي كوم ځاي كي چي زه ودريږم واليوم الاّخر اود اخرت په ورځ ايمان درلودل داخرت دورځي څخه هغه ورځ مراد ده په كومه به چي داعمالوحساب كتاب كيږي داخرت ورځ ورته ځكه وايي چي ددنيا دورځو وروستۍ ورځ ده والقدر خيره وشره من الله تعالي خير اوشر دالله تعالي دلوري دى چاته چي فايده وغواړي رسوي اوچاته چي نقصان وغواړي رسوي دادبل چاپه توان كي نه ده والبعث بعدالموت اود مرګ نه روسته ژوند حق دى الله تعالي فرمايي:
ثُم اِنكُمٌ يَوم القِيمه تبعثون .
ژباړه :
بيا به تاسي دقيامت په ورځ راوګرځول شئ .
",دايمان تشريح
3216,دوستي فرهنګي ټولنه سويډن,"
٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز
په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي دهيواد فرهنگي شخصيت تکړ ه لوبغاړي او وتلي فرهنگي څيرې ف فضلي دڅلوراتياکلونو په عمر له پاني دنيا نه دتل لپاره سترگي پټي کړې او دافغاني فرهنگ مينه وال يې دوير پر کمبله کښينول .
اناالله وانا اليه راجعون
فضل محمد فضلي چي (( ۸۴ )) کاله پخوا دتاريخونو ،حماسواوفرهنگ په ځانگو دکندهار په ښکلي ښارکې دعبدالصمد اخندزاده په په منوره کورنۍ کښي دنياته راغلی ،هغه داحمد شاه بابا ليسه پاي ته ورسول ولي د يو لړ ستونزو له کبله چي استاد ورسره مخامخ و ونشوه کړاي تحصيل ته نور هم دوام ورکړي .
استاد هغه وخت چي زده کوونکی و د مکتب په ډرامونو کې برخه اخيسته ، په هغه وخت کښې يې دکندهار دښار په خلکو او ځوانانو کې دتکړه لوبغاړي او ممثل په توگه شهرت پيدا کړ . په ډرامونو کښي دتمثيل سره دنوموړي دزياتي علاقي پر اساس دکندهار دښارد پيژندل شوي فرهنگي څيرې جان محمد پلار توجه ځانته واړول ،پلار صاحب هميشه هغه فرهنگي او تمثيلي کارونو ته زيات هڅاوه او پدي لار کښې يې له ف فضلي صاحب سره زياته مرسته کول . دپلار صاحب په هڅونه او هغهي علاقي پر اساس چي مرحوم ف فضلي صاحب دهنر او تمثيل سره لرله له کندهار نه کابل ته ولاړ او هلته يې دوخت دراډيو سره د ((ډرام اوډيالوگ په څانگه ))کښي کار پيل کړ. په ۱۳۴۲کال دپلارصاحب په مرسته دلمړي ځل لپاره په (( پوهني نندارې )) کې په پښتوژبه د تمثيلي پارچو په ښودلو پيل وکړاو بيا را وروسته استاد دکابل دښار د نورو نندارو او تياتر سره هم دتمثيل په برخه کې همکاري درلوده . ارواښاد استاد ف فضلي صاحب که دراډيو له لاري دتمثيلي پارچو او ډرامونو په تمثيل کښي ټاکونکې برخه درلوده خو په تياتر کښي هم دهغه نقش او رول ډير ژر وځليد او استاد دف فضلي په نامه يې په ټول هيواد کې شهرت پيدا کړ.
ارواښاد ف فضلي په پښتو او دري ژبو ډرامونه او لنډ داستانونه لمړۍ راډيو بيا وروسته تياتر،او تلويزيوني پروگرامونوته ليکل چي شمير يې تر زرو اوړي . دمرحوم استاد رول او نقش دکونډي زوي فلم ته دافغان ولس په منځ کښې دومره شهرت او نوم ور کړ چي تر اوسه يې قيصي دخلکو پر ژبه دي .
دهنر او تياتر سره دارواښاد کلکه مينه وه چي استاد يې دهنر لوړو پړيو ته ورساوه ، د افغاني هنر مينه والو هميشه استاد ته داحترام او درنښت په سترگه کتل ،چي دا دکوم زور ،ټوپک او پيسو برکت نه بلکه دافغاني فرهنگي چوپړ او افغان ولس سره دهغه د هميشنۍ ميني او علاقي روښانه بيلگه وه .
استاد نه يوازي ممثل بلکه دداستانو نو غښتلی او وتلی ليکوال هم و .
کله چي دتنظيمونو لخوا په هيواد کښي دواک پر سر خونړۍ جگړه شروع شول او هرڅه که دا هنر ؤ او که فرهنگ دبي فرهنگو دټوپک اوواک غوښتني قرباني شول ، ارواښاد استاد فضلي هم دهيواد دنور وطنپرستو پشان وطن پريښودلو ته مجبور او دژوندي پاته کيدو په خاطر پاکستان ته کډه شو . هلته يې دبي بي سي راډيو سره اړيکي ونيولې او د ۱۳۷۱کال نه بيا دژوند تر وروستۍ شيبو پوري دبي بي سي (( دنوي کور او نوي ژوند )) دپروگرام سره همکار و او ددغه پروگرام له لاري يې دا يولس کاله په ټول هيواد او نړۍ کښي دافغانانو په منځ کي د(( جبار خان )) په نوم شهرت وموند.
څرنگه چي استاد هميشه په تمثيل او خپلو ليکنو کښي دټولني ناخوالي او دحاکمانو کړنو ته دگوت نيوني په سترگه کتل او په خپلو ليکنواو تمثيلي هنر کښي يې ټولنيزي ناخوالي او بې عدالتۍ په غټ زړه ورتوب او شهامت سره منعکسولې دوخت دحاکمانو لخوا دهغه هنرته زيات دقدر په سترگه ندي کتل شوي او لکه څنگه چي لازمه وه د استاد دفرهنگي چوپړ درناوی او قدر ندی شوئ ، ولي بيا هم پر ټولو سترگو پټونو سربيره استاد ف فضلي نغدي جايزې ، ستاين ليکونه ،او مډالونه ترلاسه کړي دي .
سږکال پسله کلونو کلونو داطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا دهنر په برخه کې دلس گونو کلونو دنه ستړي کيدونکې تلاښ او جوړونکې فرهنگي چوپړ په پايله کې ارواښاد ف فضلي ته داستاد لقب ورکړه شو، داستاد تر مرگ يوه هفته مخکښي دبي بي سي راډيو لخوا داستاد نه پوښتنه وشول چي تاسو ددولتي چارواکو ددغي پريکړي په هکله چي تاسو ته يې داستاد لقب درکړی څه فکر کوی هغه په فرهنگي غرور او سړه سينه وويل : (( ما ته ډير پخوا افغان ولس داستاد لقب راکړی و)) او دا يو څرگند حقيقت و .
موږ پداسي حال کښي چي دگران استاد ارواښاد فضل محمد فضلي مړينه دهيوادوالو، ا فغاني هنر او ادبياتو لپاره نه جبيره کيدونکې ضايع او د فرهنگي جونگړيلپاره ستره فرهنگي تشه بولو دهغه مرحوم دکورنۍ غړو او علاقمندانو ته دلوي خداي له درباره نه د صبر غوښتونکي يو . داستاد ف فضلي د فرهنگي چوپړ ياد به دټول افغان ولس په زړونو کښي دابدلپاره يوه تل پاتي فرهنگي او ادبي خاطره وي . داستاد روح د ي خوشحاله وي .
د ټولني دمشرتابه په استازيتوب
حبيب الله غمخور
", په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني دخواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام
3217,سپېڅلی,"
٢٣ دوری ١٣٨٤
مصنوعي سترګي و نابينايانو ته دليدو اميد ورکوي . هيله کيږي چې نابينان به ددې وسيلې په مرسته په دې و توانيږي چې د څهرو پېژندنه وکړي .
دبي بي سي د انترنيتي رسنۍ په حواله، امريکايي کارپوهانو ونابينايانو ته ديوې داسي مصنوعي سترګي طرحه برابره کړېده چې که څه هم ناقصه به وي خو و هغوي ته به د بينايي حس ورکړي .
دغه مصنوعي سترګه د يوې كمپيوتري ترېشې او د يوه ويډيويي دوربين څخه تشکيله سوې ده .
دغه ويډيويي دوربين په هغه عينکو کې چې نابينا يان يې په سترګو کوي نصبيږي او بيا په هغه تراشه کې چې د سترګي ترشا ځاي نيسي ، تړل کيږي .
کوم انځورونه چې دوربين يې اخلي هغه و تراشې ته مخابره کيږي او تراشه بيا هغه د داسي علامو په ډول اړوي چې مغز يي پېژندﻻي سي .
دغه وسيله د بالتيمور د ښار د جانز هاپكينز په پوهنتون کې پروفسور ګيسلين داګنلي طرحه کړېده .
پروفسور داګنلي د خپلي اختراع جزئيات د تيري دوشنبې په ورځ په لندن کی د نابينايانو د پاره د سلطنتي ملي موسسي په کنفرانس کې څرګند او زياته يې کړه چې دی هيله من دی پر انسان باندي به ددې وسيلې آزمايښت د يوه کال په اوږدو کې پيل سي .
که څه هم د هغو انځورونو کيفيت چې مصنوعي سترګې يې خلقوي د واقعي سترګو د انځورو سره ډېر توپيرولري، خو کوﻻي سي دومره واضح وي چې و نابينا شخص ته د څهرو د پېژندلو امکان ور کړي .
هغه نارو غان چې د نابينايې دډېر مروج عامل ياني د ( دي جنرېنشن مكولاDegeneration Macular ) باندي مبتلا دي ښايې چې ترو نورو زيات ددې پرمختيا نه ګټه پورته کړي .
دا ناروغي هغه و خت را مينځته کيږي چې د سترګي "" ژړه لکه"" ضرر وويني. ژړه لکه د شبکيې مرکزي خوا ته هغه ځاي دی چې روښنايې يا نور په هغه کې متمرکزه او وروسته بيا په مغز کې په عصبي علامو اړول کيږي .
تراشه، دکاره لوېدلي سلولونه ليري غورځوي او پاتي سالم سلولونه تحريکوي .
",مصنوعي سترګي او نابينايانو ته دليدو امکان
3218,,"
٢٣ د وری ١٣٨٤
د افغانستان په جنوب کې چارواکي واي چې د طالبانو د يو برېد په ځواب کې يې د هغوي څخه دولس تنه وژلي دي.
واي طالبانو غوښتل د خوست يوپخوانې پوځي قوماندان خيال باز شېرزوي ووژنی.
د طالبانو د دغه برېد په ځواب کې افغان اوامريکني ځواکونو طالبانو ته زياته مرګ ژوبله اړولې ده.
",په خوست کې د طالبانو ١٢ تنه وژل شوي دي
3219,,"
٢٣ د وری ١٣٨٤
افغان حکومت په هيواد کې دننه او بهر پر ټولو شتمنو افغانانو ږغ کړی چې په کابل کې د دارالامان د تاريخي ماڼۍ په بيا جوړولو کې مرسته وکړي.
د جرمني هيواد هم د دارالامان د ماڼۍ د بيا جوړولو سره په دې شرط د مرستو لپاره چمتوالې څرګند کړی چې د بيا جوړولو نه وروسته دې دغه ماڼۍ دافغانستان پارلمان ته وسپارل شی.
خو د اطلاعاتو ، کلتوراو ګرځندوي د وزارت چارواکي ټينګار لري چې بايد د دارلامان د ماڼۍ تاريخي هويت وساتل شي. ",د دارلامان ماڼۍ د بيا جوړونې لپاره هڅې
3220,مولوي عبدالحق منصور,"
امربالمعروف نهي عن المنكر
داسلام مبارك دين دخپراوي دنده الله تعالي دانبياء كرامونه پس محمدي امت ته سپارلي اوهمدغه يي ورته دبهترۍ معيار ټاكلى الله داسلام دمبارك دين بلونكي بايد ددعوت لوازماتو څخه باخبره وي اوهم بايد پدي وپوهيږي چي امر بالمعروف اونهي عن المنكر څه ته وايي ترڅو دبلني په مقصد پوهيدلى وي.
دمعروف اومنكر تعريف :
علماء كرامو دمعروف اومنكر تعريف په لاندي ډول ذكر كړى .
١ : معروف هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي ښه ګڼي منكر هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي بد ګڼي (تفسير مدارك)
٢ : هغه څه چي دقراّن اوسنتو موافق وي معروف اوچي خلاف يي وي منكر بلل كيږي (تفسير مدارك) ٣ : معروف طاعت اومنكر معصيت ته وايي (تفسير مدارك)
٤ : ابوالعاليه وايي معروف توحيد اومنكر شرك ته وايي (ذادالمسير )
٥ : هغه چي په شرعه كي ذكروي فرض وي واجب اوكه مستحب معروف بلل كيږي اوچي شرعاً منعه وي حرام وي كه مكروه منكر بلل كيږي ( تفسير مظهري جلد1صفحه ١١٤) نور بيا
",امربالمعروف نهي عن المنكر
3221,منصور,"
تيمم : كوم ځاي كي چي اوبه نه وي يا استعمال سره يي سخت نقصان وي نو هلته تيمم داودس او غسل پرځاي صحيح كيږي اودس اوغسل كي نيت شرط نه دى اوپه تيمم كي شرط دى ځكه اوبه پاكي هم دي او پاكونكي هم ددي برعكس تيمم په خاوره وي اوخاوره پاكه ده ليكن پاكونكي نه ده دابه دنيت په ذريعه پاكونكي شي ديووخت تيمم سره خكووخته لمونزصحيح كيږ ي خوچي عذر باقي وي دقراّن كريم دتلاوت لپاره په شوي تيمم لكونز نه صحيح كيږي . دتيمم ماتونكي : داودس ماتونكي تيمم هم ماتوي دعذرپه ختميدو اوداوبو په ليدلوچي په استعمال يي قادر وي تيمم ماتيږي دتيمم طريقه :تيمم كي صرف مخ اولاسونو باندي مسح كول دي نورواندامونوباندي لاس راښكودل مسح كول نشته اول به دواړه لاسونه په مځكه ياداسي يوشي چي دخاوري اثر پري موجود وي ووهى وبه يي ګوري كه خاوره پري زياته وه نووبه څنډى اوپه مخ به يي راكاږى دوهم ځل به يي بيا په مځكه ياګردجن شي باندي ووهي اوپه لاسونو به يي تر څنګلوپوري راكاږى چى هيڅ ځاي پاتي نشي همدا تيمم دى . په زخم مسح : كه په بدن زخم يادانه وي اوپټۍ پري لږيدلي وي اواوبه رسيدل ورته نقصان رسوي ياكوم هډوكى مات وي او پلستر پري لږيدلى وي نو په دغه صورتونوكي دوينځلوپر ځاي دلوند لاس راښكودو سره مسح كول . پر موزومسح : كه څوك دڅرمني موزې استعمالوي دده لپاره په موزو مسح كول جايزدي كه مقيم وي يوه ورځ اويوه شپه به مسح كوي اوكه مسافر وي درى ورځي اودرى شپى به مسح كوي موزي به دپاكوالي په حال كي اچوي مسح دهغه وخت نه شروع كيږي كله چي اودس مات كړى دمسح طريقه : دښي لاس ګوتي به لمدي اودموزودپاسه به يي راكاږى . ",تيمم - پر زخم او موزو مسح
3222,محمديوسف هيواددوست,"
د افغانستان د علمي - او فرهنګي خدمتونو مرکز ډنمارک
د افغانستان د نومیالی فرهنګیال استاد ف .فضلی د ناڅاپي مړینې له امله
په ډنمارک کې د افغانستان د علمی – فرهنګی خدمتونو مرکز (خپلواکۍ ) د خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د تیاتر او تمثیل پخوانی، مجرب، نومیالی او مسلکی شخصیت استاد ف . فضلی د۸۴ کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او په حق ورسېد.
(اناالله و انا الیه راجعون )
ارواښاد استاد فضلی د کندهار په هنر پروره خاوره کې وزېږېد،لومړنۍ زده کړې او تنکي ځلمیتوب یې د خپلې کورنۍ تر ملاتړ لاندې په هماغه ښار کې ترسره کړ،له ماشومتوب څخه یې له تمثیل او نورو هنري چارو سره ځانګړې مینه درلوده.ځوان قضلي د کندهار او شا او خوا سیمو په هنري او ادي کړیو کې د یو مطرح لوبغاړی په توګه سر پورته کړ او له هنر سره يې سارې مینې د کابل ښار ته په کډه کړ او د افغانستان راډیو د تیاتر او تمثیل له لومړنیو بنسټ ایښودونکو څخه د یو تن فعال هنرمند په توګه څرګند شو. استاد ف . فضلي په نه ستړي کیدونکي توګه د پښتو تیاتر او سینما لومړني علمی او مسلکی امکانات برابر کړل ،شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړه او د کابل تیاتر ،افغان تیاتر ،افغان نندارې ،کابل رادیو ، د افغانستان راډیو ،د افغانستان تلویزیون،افغانفلم او کابل نندارې له لارې د پښتو هنر او تیاتر د لوړتیا او پیاوړتیا لپاره نه هیرېدونکي خدمتونه وکړل ،هغه د پښتو ډرام ،ډیالوک ،پښتو تمثیل اوپښتو فلمونو لومړني معاصر بنسټونه کېښودل او دا هغه وخت وو چې پښتو دغه شان یوه تشه په خپلې هنري برخه کې احساسوله.ارواښاد استاد فضلی دغه تشه ،دغه اړتیا،دغه غوښتنه او دغه هیله ترسره کړه .په سلګونو ډرامونه یې ولیکل،په سلګونو داستانونه ،پرله پسې راډیویي داستانونه یې وکښل ،لنډې کیسې یې ولیکلې ،نظمونه یې ډرامونو او داستانونو ته جوړ کړل ،په زرګونو درامونه او داستانونه یې پرودیوس کړل ،بې شمېره تمثیلي ټوټې یې ولیکلې او هغه یې ډایرکټ کړې ،په سلګونو تیاترونه او د تمثیل صحنې د هغه په استادانه هنرې لوبو او تمثیل ښایسته شوې ،په سلګونو شاګرادان یې وروزل ،او پښتو تیاتر او تمثیل یې له سیالانو سره سیال کړ..استاد ف . قضلی پښتو تیاتر ته عمومیت ورکړ ،خلک او اولس یې ورسره لا پسې بلد کړل ،پښتو تیاتر یې په خپلو هنری سفرونو سره ګاونډیو هیوادو او نړېوالو ته وروپېژاند او د ټول افغانستان په کچه یې پښتو تیاتر او ډرام ته د لوړتیا او درنښت مقام ور په برخه کړ.استاد فضلي یوه اړتیا وه ،استاد فضلی د افغان اولس د دردونو،رنځونو ،کړاوونو،بې وزلیو،دغه راز د افغان ملت د برم او بریو هینداره وه.استاد فضلی هغه شمعه وه چې د نورو د روښانتیا لپاره بله شوې وه،خپله وسوځېده ،خو جهان یې روښانه کړ.هغه د تیاتر صحنه د افغان ملت د سرلوړیو صحنه ګرځولې وه .هغه زموږ د ملت ترانې وویلې ،هغه د انسان سندره وبولله ،هغه د پوهې نغارې وغږولې ،هغه د مینې او پیوستون ډیوې بلې کړې .استاد د پښتو تیاتر او تمثیل ستوری و،روښانه ستوری ،داسې ښکلی چې رڼا یې زموږ د لارو لارښود او د یو هوسا ،سرلوړي ،ښاد ، اوبسیا ژوند زیری راوړونکی ،دغه ستوری ولوید،زموږ جهان په بل مخ شو،هنر مو بې استاده شو،خدایه ته صبر راکړې ،او استاد فضلی په خپل کرم سره وبښې او ښه جنتونه ورپه برخه کړې .
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګی خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) ټول کارکوونکي او مینه وال ،د استاد فضلی مړینه د افغانستان فرهنګ ته یوه نه جبران کېدونکې پېښه ګڼي او په دې توګه د استاد فضلی کورنۍ ،دهغه ملګرو،د هغه همکارانو، د استاد شاګردانو او ټول افغان ملت ته د زړه له کومې
دتسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوی
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) په استازیتوب
او د ارواښاد استاد فضلي د ۲۵ کالو شاګرد محمد یوسف هېواددوست ",د پښتو تياتر او تمثيل ستوری ولوېد
3223,محمد حسن حقيار - کابل,"
محمد حسن حقيار ٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز
رمان او ناول داسلام له نظره
که دنړۍ تاريخ ته وګورو نو وينو چې،الله (ج) دا کائنات رنګين پنځولي دي ٠ دفطرت هره پديده ښکلې ده٠ يه هر باغ او چمن ،دښته او غره کې دالله (ج) دفطرت دکرشمو انځورونه وينو٠او داهم جوته ده چې،الله (ج) انسانان هڅولي دي چې، له دې ښکلا څخه خوند واخلي ددې رنګينې نړۍپه خوږوالي خپله خوله خوږه کړي څرنګه يې چې، ددې رنګينې نړۍاو په کائناتو کې له پرتې ښکلا څخه خوند اخستل روا کړي دي همدا راز يې ددې جمال او ددې جمال دپنځوونکي دجلال ستاينه هم روا کړې ده آن دا چې ،خپل بنده ګان دې کارته هڅوي هم او ددې ښکلاګانو دستاينې لپاره تر ټولو ښه موزونه ژبه دشعر ، خيال، رمان او داستان ژبه ده يو ليکوال کولى شي چې،ديو عادي وګړي په پرتله داطبيعت څو چنده ښکلى انځور کړي کوم تصوير چې،يو شاعر او ليکوال له دې فطرت څخه اخستلى شي بل څوک يې نه شي اخستلى٠ دا هم څرګنده خبره ده چې،شعر ډېر باريک فن،موشګافي ،علو او غلو يا په بله ويناپه انځورولو کې ډېر افراط ، وړاندې تلل او لوړ پردازي ده په رمان، داستان، شعر، لنډه کيسه او ناول ټولو کې ځينې وخت له ليکوال څخه مبالغه کېږي، يوه سوژه ورته پېدا شي او بيا ليکوال هماغه سوژه غزوي ، له ځان څخه کيسه جوړوي همدا راز دکيسو ، شعر او مقالو ژانرونه هم بدلون مومي ٠ څو کاله وړاندې چا آزاد يا سپين شعر او هايکو نه پېژنده خو نن هغه دى دود ګرځېدلي دي٠ ښايي دنورو ملتونو او مدنيتونو په ادبياتو کې داسې چوکاټونه وي چې ، تراوسه هم ورسره مونږ بلد ونه اوسو نو ايا شعر ، داستان ، ناول ٠٠٠دپورتنيو صفاتو او ځانګړنو په پام کې نيولو سره روا ده او که نه٠ که دې پوښتنو ته لنډ ځواب ورکړونو ښه دا ده چې، ووايو شريعت دمضمون فورم ته نه ګوري اسلام دادبياتو دژانرونو دچوکاټونو سره کار نه لري څه شى چې، په اسلام کې مهم دى او حساب پرې کېږي هغه منځپانګه او محتوى ده ٠ ښه محتوى رغنده منځپانګه، ګټور مضمون که په هرچوکاټ کې وليکل شي نو روا او ښه بلل کېږي ناوړه وينا، ټولنې ته زيان رسوونکې ليکنه هغه وينا چې، دوګړنيز او يا ټولنيز فساد او انحراف لامل ګرځي هغه که په هر فورم کې وي شعر وي که نثر، ناول وي او که رمان ٠٠٠ناروا او بد کار بلل کېږي٠ اسلا م وايي چې ، ادب او هنر بايد ژمن وي ، يوه سپېڅلې موخه او يو ګټور ارمان ولري ٠ اسلام چوکاټونو ته نه ګوري ، هدف او منځپانګې ته ګوري٠
اسلام نوښت ستايي عربانو ډېرپخواڅو بڼيز او څو قافيه ايزشعرونه منځته راوړي دي ٠ موشحات يا څو بڼيز او څو قافيه ايز شعرونه دهماغه وخت لاس ته راوړنه ده همداراز له اسلام څخه وروسته يې هم ډېر ادبي سبکونه لکه ازاد شعر، خيالي او رماني کېسې او ناولونه راوپنځول چې، په ادبي سبکونو کې يې مقامات، او په خيالي او رماني ناولونو کې دابوالعلاءمصري ( رسالةالغفران)او( الف وليلة) يا زر او يوه شپه او په ژباړه کې دابن مقفع( کليله او دمنه) يا کليليکادومنيکا ديادونې وړ دي ډاکټر علامه يوسف قرضاوي ليکي:((په اوس وخت کې مونږ هم کولى شوڅومره مو چې، وس وي ادبي ژانرونه راوپنځوو،دخپلې ګټې شيان لکه لنډې کيسې ، رمان ،ډرامې ،تمثيلي پارچې ٠٠٠دنورو له ادبياتو راوژباړو))
لکه چې، و مو ويل اسلام دا ټول مني، هڅوي يې وړاندې مو هم وويل چې شعر دافراط او تفريط ژبه ده په ستاينه او غندنه دواړو کې د شعر خپله ژبه ( له حد څخه وړاندې تلل) کارول دي خو بيا هم په خپله رسو ل الله(ص) ډېرو صحابه و،تابعينو، تبع تابعينوشعرونه ويلي دي٠ شعر يې ددليل ،شاهد او سند په توګه وړاندې کړيدى٠ حضرت علي( رض)حضرت حسان،حضرت عبدالله ابن مبارک(رض) امام محمد ابن ادريس شافعي( رح)او ډېرو نورو لويانو شعرونه ويلي دي رسو ل الله (ص) فرمايي :
١: ((ان من الشعر حکمة)) يعنې :(( رښتيا چې په ځينې شعر کې حکمت وي))
٢: ((ان من البيان سحراً)) يعنې :((رښتيا چې په ځينې بيان کې سحروي))
٣: ((ان من البيان سحراً وان من الشعرحکماً))يعنې: ((رښتيا چې ، په ځينې بيان کې سحر او په ځينې شعر کې حکمت وي))
دا چې په شعر، کيسه او رمان کې ځينې وخت داسې څه ويل کېږي چې،په حقيقت کې نه وي واقع شوي نو آيا دا دهماغو دروغو په ډله کې نه راځي چې، اسلام حرام ګرځولي دي٠
ډاکټر علامه قرضاوي وايي چې:
٤: (( نه ،دا دحرامو دروغو په ډله کې نه راځي ځکه چې،لوستونکى او يا اورېدونکى په دې پوهېږي چې ، څه ليکل شوي او يا زه څه لولم اويا اورم نودا په عمل کې واقع شوي نه دي[ داهسې يوه سوژه ده يعنې لوستونکى پرې نه غوليږي] دا دهغو ويناګانو په څېر ده چې، د حيواناتواو الوتونکو له ژبې روايت او رانقل شويدي نوځکه دا دهنري پنځونو په ډله کې راځي ٠ الله (ج)د قرآن په نمل سورت کې دمېږي او هدهد ( ملا چرګک) دوينا روايت کوي او دهغوى خبرې يې رانقل کړې دي دا په حقيقت کې دهغوى دخبروتعبير، مفهوم او يا ژباړه ده چې مېږي او ملاچرګک په هغه وخت او هغه ځاى کې له سليمان (ع) سره کړې وې او کټ مټ هماغه الفاظ او هماغه ژبه نه ده ځکه چې ،دې دواړو هېڅکله هم په دومره فصيحه، روښانه او روانه عربي لکه څرنګه چې په قرآن کې روايت شوي خبرې نه دي کړي نو په ناول او رمان کې هم ليکونکى هماغه الفاظ ليکي چې ، ويونکي په احتمالي ډول په هغه اصل ځاى کې ويلي وي٠))
نو ويلى شو چې ،دا دروغ له هغو زيانمنوونکو دروغو سره توپير لري ځکه چې دا يو تميثل دى او بل داچې ،لوستونکى او اورېدونکى پرې درښتياو باور نه کوي او ښه پوهېږي چې، موضوع حقيقت نه بلکې تمثيل او خيال دى او کله کله داسې خيالونه او له ځانه جوړې شوې کيسې دولس داصلاح لپاره ډېرې ګټورې تمامېږي، دموضوع ليکونکى ،اورېدونکو او لوستونکو ته يو درس ورکوي٠ له عبرت څخه ډکې کيسې ورته وړاندې کوي چې ،که څه هم خيال وي خو چاته تاوان نه کوي بلکې، ګټه يې ډېره وي او په شريعت کې خو په ځينو هغو ځايونو کې چې، دروغ ټولنې او وګړو ته تاوان ونه لري بلکې ورته ګټه ولري ، داصلاح لامل شي ،دشر او فساد دورکېدلو، دسولې او ثبات دراتللولامل ګرځي روا دي ٠
که يو څوک داسې يوه کيسه له ځانه جوړه کړي چې ، چاته په کې زيان نه وي دټولنې او شخص شخصيت ته تاوان نه وي خو له پند او عبرت څخه ډکه وي او خلک سمې لارې ته رابولي نو ولې به حرامه وي؟٠
٠
ماُخذونه
(١) متفق عليه
(٢) متفق عليه
(٣)بخاري ، احمد،او دامام مالک موطا)
(٤)الاسلام والفن
",رمان او ناول د اسلام له نظره
3224,سعيد لودين - کاناډا,"
غزل
شهباز رنګه نغمه کي پر هـــر تار سره روان يو
په اوښکو کي تصويره پــر انګار سره روان يو
شبنمه ته نسيم او زه نصيب له ښکلو بېل کړو
وصال يــــــوه لحظه وه نور پر خار سره روان يو
پرون چي مو خاني وه د عالم پر سر مو ځای و
نن خوار يو چي له کلي يو دستار سره روان يو
ړنده دنيـــا ده وينې نــــــه مو ويني په رڼا کي
موږ څاڅکي د رحمت يو له غبار سره روان يو
وعــــده راکه سعيــده چي تر پايه به مي مل يې
کوڅو کي د لوټمارو د سپين هار سره روان يو
",شهباز رنګه نغمه
3225,,"
دپوهنوال ډاکټر رشيد راليږنه ( ٢٢ وری ١٣٨٤ )
دهيواد دتياتر اوتمثل دنوميالې استاد فضل محمد فضلي په وير
كابل _ افغانستان
هجري نيت دودانۍ په دنيا مه كړه
ګوره خونې ديارانو چې مـيرې دي
په خواشينۍ سره مو خبرترلاسه كړ چې دهيواد دتياتر اوتمثل نوميالي هنرمند استاد ف - فضلي هم له دغې نړى سترګي پټې كړې اودپښتو هنر دغه برخه چې دنژدې څلويښتو كالو په ترڅ كې ېې ځان دده له نامه، غږ اوهڅوسره مل كړى و نوره دده له اوچت پرتم څخه بې برخې شوه. څلويښت كاله دغه نوميالې هنرمند پښتو ژبه اودرامه سره وپنځول او په دغه ډګركې يې دخلكو ، ادب اوفولكلور تنده په خپلو اداكاريو سره دزړه له كومې ماته كړه. كلونه كلونه په كليو اوبانډو كې زموږ خلك دجمعو دشپو هغو درامو ته وهوسيدل چې په هغو كې ددغه نوميالي هنرمند ونډه له شكه پرته ديادونې اوستاينې وړ وه. دده په اوچت اورساغږ كې موږ دخپلو تاريخو وياړونو اوتاريخي اتلان څيرې په خپلو يادو اوفكروكې له ځانو سره انځور اوتمثل كړې ، دده غږ و چې موږ ته يې دآدم خان دتورې اومينې كارنامه اودرباب تلپاتې شرنګى داسې راترغوږ كا چې زموږد وياړداحساس اوناچارۍ دواړې تندې يې په يوشان سره په خپله حماسي اوتراژيدي وړتياكې راخړوبې كړې ، دده غږ و چې زموږ دپانې پت هنګامه يوځل بيا په كې راژوندۍ شوه اودده غږ و چې په هره درامه اوتمثل كې يې موږ ته ديوه زيږه اووياړلي افغانى كركتر په څيره كې زموږ دخلكوماسې اوحماسې په خپله رښتينولۍ سره را تداعي كړې. دده غږ و چې موږ خپله څيره د ميوند په پراخ اواتل ډګركې په كې وليده اوواوريده .
هو، داټولې اوتردې زياتې نورې ، داستاد فضلي له نامه سره مل وې او ده موږ ته هغه څه په خپل وخت كې په ميراث راپريښودل چې دتياتر اوتمثل دلارې ديارانو له پاره به يوتلپاتې اوروښانه لارښود وي ، فضلي په خپله دغه څانګه كې دپښتوژبې له پاره دومره څه ترسره كړي چې ترډيرو پورې به دده ځاى زموږ دډرامې اوتمثل په ليكو كې خالي وې . هوخالي ...
دخوشال فرهنګې ټولني لارښوده شورااوټول فرهنګيان داستاد فضلي په ناڅاپي مړينه خپله خواشيني څرګندوي، اودپښتودرامې اوتمثل په ډګركې دده نشته والى يوه نه جبران كيدونكې ضايعه ګڼي ،له لوى او بښوونكي خداى څخه ده ته دجنتو هيله كوي اودده له كورنى اودوستانوسره په دغه ساړه اودرانه غم كې ځان شريك بولي .
لوى اوبښونكى خداى يې د وبښي
نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال
",د خوشال فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام
3226,محمد حسن حقيار - کابل,"
محمد حسن حقيار ٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز
که دنړۍ تاريخ ته وګورو نو وينو چې،الله (ج) دا کائنات رنګين پنځولي دي ٠ دفطرت هره پديده ښکلې ده٠ يه هر باغ او چمن ،دښته او غره کې دالله (ج) دفطرت دکرشمو انځورونه وينو٠او داهم جوته ده چې،الله (ج) انسانان هڅولي دي چې، له دې ښکلا څخه خوند واخلي ددې رنګينې نړۍپه خوږوالي خپله خوله خوږه کړي څرنګه يې چې، ددې رنګينې نړۍاو په کائناتو کې له پرتې ښکلا څخه خوند اخستل روا کړي دي همدا راز يې ددې جمال او ددې جمال دپنځوونکي دجلال ستاينه هم روا کړې ده آن دا چې ،خپل بنده ګان دې کارته هڅوي هم او ددې ښکلاګانو دستاينې لپاره تر ټولو ښه موزونه ژبه دشعر ، خيال، رمان او داستان ژبه ده يو ليکوال کولى شي چې،ديو عادي وګړي په پرتله داطبيعت څو چنده ښکلى انځور کړي کوم تصوير چې،يو شاعر او ليکوال له دې فطرت څخه اخستلى شي بل څوک يې نه شي اخستلى٠ دا هم څرګنده خبره ده چې،شعر ډېر باريک فن،موشګافي ،علو او غلو يا په بله ويناپه انځورولو کې ډېر افراط ، وړاندې تلل او لوړ پردازي ده په رمان، داستان، شعر، لنډه کيسه او ناول ټولو کې ځينې وخت له ليکوال څخه مبالغه کېږي، يوه سوژه ورته پېدا شي او بيا ليکوال هماغه سوژه غزوي ، له ځان څخه کيسه جوړوي همدا راز دکيسو ، شعر او مقالو ژانرونه هم بدلون مومي ٠ څو کاله وړاندې چا آزاد يا سپين شعر او هايکو نه پېژنده خو نن هغه دى دود ګرځېدلي دي٠ ښايي دنورو ملتونو او مدنيتونو په ادبياتو کې داسې چوکاټونه وي چې ، تراوسه هم ورسره مونږ بلد ونه اوسو نو ايا شعر ، داستان ، ناول ٠٠٠دپورتنيو صفاتو او ځانګړنو په پام کې نيولو سره روا ده او که نه٠ که دې پوښتنو ته لنډ ځواب ورکړونو ښه دا ده چې، ووايو شريعت دمضمون فورم ته نه ګوري اسلام دادبياتو دژانرونو دچوکاټونو سره کار نه لري څه شى چې، په اسلام کې مهم دى او حساب پرې کېږي هغه منځپانګه او محتوى ده ٠ ښه محتوى رغنده منځپانګه، ګټور مضمون که په هرچوکاټ کې وليکل شي نو روا او ښه بلل کېږي ناوړه وينا، ټولنې ته زيان رسوونکې ليکنه هغه وينا چې، دوګړنيز او يا ټولنيز فساد او انحراف لامل ګرځي هغه که په هر فورم کې وي شعر وي که نثر، ناول وي او که رمان ٠٠٠ناروا او بد کار بلل کېږي٠ اسلا م وايي چې ، ادب او هنر بايد ژمن وي ، يوه سپېڅلې موخه او يو ګټور ارمان ولري ٠ اسلام چوکاټونو ته نه ګوري ، هدف او منځپانګې ته ګوري٠
اسلام نوښت ستايي عربانو ډېرپخواڅو بڼيز او څو قافيه ايزشعرونه منځته راوړي دي ٠ موشحات يا څو بڼيز او څو قافيه ايز شعرونه دهماغه وخت لاس ته راوړنه ده همداراز له اسلام څخه وروسته يې هم ډېر ادبي سبکونه لکه ازاد شعر، خيالي او رماني کېسې او ناولونه راوپنځول چې، په ادبي سبکونو کې يې مقامات، او په خيالي او رماني ناولونو کې دابوالعلاءمصري ( رسالةالغفران)او( الف وليلة) يا زر او يوه شپه او په ژباړه کې دابن مقفع( کليله او دمنه) يا کليليکادومنيکا ديادونې وړ دي ډاکټر علامه يوسف قرضاوي ليکي:((په اوس وخت کې مونږ هم کولى شوڅومره مو چې، وس وي ادبي ژانرونه راوپنځوو،دخپلې ګټې شيان لکه لنډې کيسې ، رمان ،ډرامې ،تمثيلي پارچې ٠٠٠دنورو له ادبياتو راوژباړو))
لکه چې، و مو ويل اسلام دا ټول مني، هڅوي يې وړاندې مو هم وويل چې شعر دافراط او تفريط ژبه ده په ستاينه او غندنه دواړو کې د شعر خپله ژبه ( له حد څخه وړاندې تلل) کارول دي خو بيا هم په خپله رسو ل الله(ص) ډېرو صحابه و،تابعينو، تبع تابعينوشعرونه ويلي دي٠ شعر يې ددليل ،شاهد او سند په توګه وړاندې کړيدى٠ حضرت علي( رض)حضرت حسان،حضرت عبدالله ابن مبارک(رض) امام محمد ابن ادريس شافعي( رح)او ډېرو نورو لويانو شعرونه ويلي دي رسو ل الله (ص) فرمايي :
١: ((ان من الشعر حکمة)) يعنې :(( رښتيا چې په ځينې شعر کې حکمت وي))
٢: ((ان من البيان سحراً)) يعنې :((رښتيا چې په ځينې بيان کې سحروي))
٣: ((ان من البيان سحراً وان من الشعرحکماً))يعنې: ((رښتيا چې ، په ځينې بيان کې سحر او په ځينې شعر کې حکمت وي))
دا چې په شعر، کيسه او رمان کې ځينې وخت داسې څه ويل کېږي چې،په حقيقت کې نه وي واقع شوي نو آيا دا دهماغو دروغو په ډله کې نه راځي چې، اسلام حرام ګرځولي دي٠
ډاکټر علامه قرضاوي وايي چې:
٤: (( نه ،دا دحرامو دروغو په ډله کې نه راځي ځکه چې،لوستونکى او يا اورېدونکى په دې پوهېږي چې ، څه ليکل شوي او يا زه څه لولم اويا اورم نودا په عمل کې واقع شوي نه دي[ داهسې يوه سوژه ده يعنې لوستونکى پرې نه غوليږي] دا دهغو ويناګانو په څېر ده چې، د حيواناتواو الوتونکو له ژبې روايت او رانقل شويدي نوځکه دا دهنري پنځونو په ډله کې راځي ٠ الله (ج)د قرآن په نمل سورت کې دمېږي او هدهد ( ملا چرګک) دوينا روايت کوي او دهغوى خبرې يې رانقل کړې دي دا په حقيقت کې دهغوى دخبروتعبير، مفهوم او يا ژباړه ده چې مېږي او ملاچرګک په هغه وخت او هغه ځاى کې له سليمان (ع) سره کړې وې او کټ مټ هماغه الفاظ او هماغه ژبه نه ده ځکه چې ،دې دواړو هېڅکله هم په دومره فصيحه، روښانه او روانه عربي لکه څرنګه چې په قرآن کې روايت شوي خبرې نه دي کړي نو په ناول او رمان کې هم ليکونکى هماغه الفاظ ليکي چې ، ويونکي په احتمالي ډول په هغه اصل ځاى کې ويلي وي٠))
نو ويلى شو چې ،دا دروغ له هغو زيانمنوونکو دروغو سره توپير لري ځکه چې دا يو تميثل دى او بل داچې ،لوستونکى او اورېدونکى پرې درښتياو باور نه کوي او ښه پوهېږي چې، موضوع حقيقت نه بلکې تمثيل او خيال دى او کله کله داسې خيالونه او له ځانه جوړې شوې کيسې دولس داصلاح لپاره ډېرې ګټورې تمامېږي، دموضوع ليکونکى ،اورېدونکو او لوستونکو ته يو درس ورکوي٠ له عبرت څخه ډکې کيسې ورته وړاندې کوي چې ،که څه هم خيال وي خو چاته تاوان نه کوي بلکې، ګټه يې ډېره وي او په شريعت کې خو په ځينو هغو ځايونو کې چې، دروغ ټولنې او وګړو ته تاوان ونه لري بلکې ورته ګټه ولري ، داصلاح لامل شي ،دشر او فساد دورکېدلو، دسولې او ثبات دراتللولامل ګرځي روا دي ٠
که يو څوک داسې يوه کيسه له ځانه جوړه کړي چې ، چاته په کې زيان نه وي دټولنې او شخص شخصيت ته تاوان نه وي خو له پند او عبرت څخه ډکه وي او خلک سمې لارې ته رابولي نو ولې به حرامه وي؟٠
٠
ماُخذونه
(١) متفق عليه
(٢) متفق عليه
(٣)بخاري ، احمد،او دامام مالک موطا)
(٤)الاسلام والفن
",رمان او ناول د اسلام له نظره
3227,سپېڅلی,"
٢٤ وری ١٣٨٤
دهابل فضايې تلسکوپ چې د خپل خدمت وروستی ورځي تيره وي په دې بريالی سوی دی چې دکهکشانو د کړۍ ډېر ستر انځورونه چې د لوګي غوندي اوريځې ته ورته او د دايروي شکل په څير په فضا کې ليدل کيږي، مځکي ته را مخابره کړي .
دکهکشانو کړۍ يا دايره يو ځانګړی ډول کهکشان دی چې د يوې لوی ګردي څرخ په څير دآبي ستورو نه تشکيل سوی او د هغوي په مرکز کې د ژيړ ډولو ستورو يو ه ستره هسته ځاي لري . ددې ډول کهکشانو لومړی ډله په کال ١٩٥٠ کی ليدل شوي وه.
هغه کړۍ چې ددې ځانګړو کهکشانو په ګرد چاپير کې ځاي لري، و يو خاص ډول موجونو ته ورته ده چې په سوليتن Soliton باندي ياديږي .
دا ډول موجونه د لومړي ځل دپاره په ناڅاپي ډول په کال ١٨٣٤کې جان اسكات راسل نومي يوه اسکاتلنډي مهندس کشف کړ .
راسل چې يو وخت پر آس باندي د يوې کښتۍ چلونکي مخصوص کانال تر څنګه تېرېدی په هغه ځاي کې چې د کښتيو د تم ځاي دپاره ټاکل سوی وو متوجه سو چې يو ډول دايروي شکله غوندي موجونه جوړېږي چې تر ډېر اوږد واټنه پوري خپله انرژي او شکل ساتي .
دا پېښه تر ډېري مودي پوري د ياده وتلې وه تر څو چې د ١٩٠٦ په لسيزه کې د مارتين كروسكال په نامه يو امريکايې فزيک پوه يو ځل بيا هغه کشف کړه او د هغه دپاره يې د سوليتن Soliton د نامه وړانديز وکړ او د هغه فزيکي ځانګړتياوې يې واضح کړلي .
په مسکو کې دفزيک دانرژی د موسسې د جرج پرونكو په قول، نوې کشف سوې کهکشانو ته چې د هوگ آبجكت Hoag Objectنوم ټاکل سوی دی، د سوليتن د موجو ددرې کنجه ډوله څخه دی چې دهغوي اجزاوي د اوبو يا غازو د ماليکولونو په عوض کې هغه ستوري تشکيل کړي دي چې دهغه په مرکزي هسته کې دجاذبې د قوې په مجموعې کې په ګردښ کې ده . د سوليتن ډېر ساده ډول ګردباد دي .
د تازه کشف سوي کهکشان په هغه تصويرونو کې چې دهابل د تلسکوپ په ذريعه را لېږل سوي دي د سوليتني د دايرې نه تر ټولو داسي ستر انځورونه را ښيې چې نړيوالو تر اوسه هغه ليدلي وه خو په دې انځورونو کې په ښکاره ليدل کيږي چې څو بېل ډوله د سوليتن د کهکشانونو ډله موجوده ده .
په دې توګه جوته کيږي چې دا ډول کهکشان چې د هغوي په اړه تر اوسه پوري ډېر لږ معلومات په ﻻس کې وو، د نادره کيهاني اجرامو په ډله کې نه راځي .
تاسو کولاي سی د تازه کشف سوي کهکشانو انځورونه په لاندنی فضايې پاڼه کې ووينی :
www.arxiv.org/ps/hep-th/0503167
",د کهکشانو ډېره ستره کړۍ کشف شوه
3228,,"
",
3229,,"
٢٤ دوری ١٣٨٤
د امريکا ددفاع وزير کندهار ته ورسيد
دامريکا د متحده ايالتو ددفاع وزير دونالد رامسفلډ دعراق د ليدني نه وروسته، نن سهارد چهارشنبې په ورځ په کندهار کې د مېشته امريکايي پوځيانو او پوځي واحدونو دليدو دپاره د کندهار ولايت ته ورسيد.
ويل کيږي چې هغه به د سيمي د بياجوړني د کار نه هم ليدنه کتنه وکړي .
دښاغلي رامسفلډ دا سفر چې مخکي نه وو اعلان سوی په نظر کې لري چې د کندهار نه وروسته به کابل ته وخوځي او هلته به د افغانستان د جمهور رييس ښاغلي حامد کرزی او نورو افغاني دولتي چارواکو سره و ګوري .
",د امريکا ددفاع وزير کندهار ته ورسيد
3230,,"
جلالزی - کابل
دافغانستان جمهورریس حامدکرزی وایي دولت یې عراق ته دافغاني سر تیروداستولولپاره چمتودی خولاتراوسه له ده ځخه داسي غوښتنه نه ده شوې .افغان ولس مشرحامد کرزي چي په کابل کي دامریکادمتحده ایالاتو د دفاع له وزیر دونالدرامزفلدسره ترلیدو وروسته خبري کولې وویل له امریکاڅخه یې ددایمي ملاتړغوښتنه کړې اوداوږد مهالو ستراتیژیکو مرستوددوام یې ورسره ویلی دی .ښاغلی کرزی وویل په افغانستان کي یې دامریکاددایمي پوځي اډو د جوړیدا خبره پخوالا دامریکادمتحده ایالاتوله جمهورریس جورج دبلیو بوش سره کړې ده چي دده په باورپه افغانستان کی داوږدمهالوبهرنیولاس وهنومخه ونیوله شی .
دا له کابو تیرو دریو کلنوراپه دیخواچي په افغانستان کي دطالبانوحکومت نسکورشوی هیواد ته دامریکا ددفاع وزیرنهم سفروو.",افغانستان ته امريکا ددفاع وزير سفر پای ته ورسېد
3231,,"
د اسلا م او مذهب د برخي خبرتيا
د بينوا ويب پاڼي قدرمنو کتونکو ويب پاڼه په پام کښي لري چي د محبوب پېغمبر رحمت العالمين حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د پيدايښت ( ميلاد ) په اړه معياري ليکني خپرې کړي له درنو ليکوالو او علماو څخه هيله کيږي چي که د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د زېږېدني په ليکني لري د ربيع الاول د مياشتي تر اتمي نېټې پوري د بېنوا د اړيکو پر پته راوليږي
په درنښت
دويبپاڼي د اسلام اومذهب د برخي مسول ",داسلام اومذهب دپاڼی خبرتیا
3232,,"
محمد زمان ستانكزى
د كندوز ښار
د انسان له پيدايښت سره سم د پوهونې راپوهونې وسيله ژبه نه وه د هغه وخت انسانانو به په ځانګړو زشتونو يانې حركاتو يو بل پوهول د وخت په تيريدو سره ژوندانه توپير وكړ او په پايله كې يې زبه د پوهاوي وسيله وګرځيده چې په ترڅ كې يې راز راز ژبې منځ ته راغلې ، پر مخ ولاړې او د ملتونو تر منځ د يو معياري وسيلې په توګه راڅرګندې شوې ، ورسره جوخت پښتو ژبه هم را ميدان ته شوه په ځينې وختونو كې يې وده وكړه او په بعضې حالاتو كې د نورو تر اغيزې لاندې راغله ، زمونږ ګران هيواد افغانستان د پښتو ژبې مركز دى چې له دغه ځايه بيا لوى احمد شاه بابا د هند تر نيمې وچې پورې وغوزله دا چې وكړى شو خپل دا نه پرتله كېدونكى څيز له لاسه وركړو څو ټكو ته بايد ژوره پاملرنه وشي هر پښتون ژبى بايد په پښتو وګړيږي ، ليكنې او ژباړې وكړي
له نورو ژبو يې پښتو ته او له پښتو يې نورو ته وليږدوى په دغه كار سره به وكړى شو چې خپله ژبه د تل لپاره وساتو او كه داسې ونه كړو پښتو به د نورو ژبو تر څنګ ګوډه او ماته پاتې شي
يو ځاى كې ناست ووم د پښتو په اړه مو بحث كاوو يو دري ژبي ملګري مې وويل پښتانه په پښتو نه ګړيږي نو د خدمت كولو تمه به يې له چا وكړو دا خبره په لومړي سر كې را باندې ګرانه تمامه شوه په دې سره مې ځان ګوښه او ښايسته شانته مې وژړل او دې ته اړ شوم چې قلم را اوچت او د پښتنو په دې درانه خوب څه وليكم د نورو هيوادونو خلك زيار او كوشيش كوي چې خپلې ژبې له هر پلوه غښتلې كړي مګر مونږ خپل غښتلى څيز له لاسه وركوو ، صرف په دې خبره خوښ يو چې شپيته فيصده پښتانه په هيواد كې ميشت دي خو هغه وګړي چې پښتانه دي او په پښتو نه پوهيږي
دوى به په كومه شميره كې راشي .
اې پښتنو وروڼو او خويندو ! را وچت شئ دا له خپلو نيكونو نه پاتې ميراث نورو راتلونكو نسلونو ته روغ رمټ په لاس وركړى په دې بايد وپوهيږو چې د پښتنو او ددې ژبې دښمنان په يو ډول نه يو ډول غواړي چې دا ژبه وټكوي او د تل لپاره يې له هيواده وركه كړي په همدغه اساسي قانون كې له ملي توبه وغورځيده په دې يې خوښ كړو چې ملي سرود مو پښتو دى خو تر اوسه يې كوم څرك نه لګي او پر ځاى يې د رباني تنظيمي ترانه چليږي ، په مطبوعاتو كې خو په عمومي توګه له منځه تللې او كه چيرې كوم مضمون پرې خپور شي هغه هم ګوډ او مات وي .
اې ليكولانو ! راځئ چې ويښ شو او د حمزه با با دغه شعر ته چې وايي
اغيار به وايي د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
د عمل جامه ورواغوندو ،پښتو ته كار وكړو او د نړۍ د پرمختللو ژبو په قتار كې يې ودرو او كه داسې ونه شي په لوى لاس مو خپله ژبه له منځه وړې ، نه به له دري ژبي او نه هم له پنجابي ګيله وكړو په خپل دې حالت به وژړيږو چې په پښتو نه ګړيږو نو د خدمت كولو تمه به له چا وكړو .
", پښتانه چې په پښتو نه ګړيږي د خدمت كولو تمه به له چا وكړو
3233,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
په افغانستان کې يوسلو دېرش ښځي د دايې توب ( قابلګۍ) دوه کلن کورس بشپړ کړی دی.
دا په نږدې دوه لسېزو کې لومړۍ ځل دی چې ښځي د ماشوم زيږولو په چارو کې مسلکي زدکړې تر لاسه کوي.
اټکل دی چې اته سوه نورې ښځي به په دغه برخه کې خپلې زدکړې د راتلونکي کال تر پايه بشپړي کړي .
",١٣٠ تنو ښځو د دايې توب کورس بشپړ کړ
3234,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
په جلال اباد کې د ډيجيټل ټليفون يوه دستګاه پرانيستل شوی ده.
د مخابراتو وزارت واي چې په پام کې لري شا وخوا پنځه زره ټليفونونه په دغه ښار کې ګډونکونکو ته وه ويشي.
د دغه ټليفوني دستګاه په فعاله کيدو سره به د جلال ابادد ښاريانو لپاره د انټرنيټ اسانتياوې هم برابري شي.
",په جلال اباد کې ډيجټل ټليفون
3235,,"
٢٥ وری ١٣٨٤
د افغانستان د لاري پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د نل ليکي غځولو سره د اسيا پرمختيايي بانک موافقه وکړه ، او دغه پروژه يې عملي وګڼله .
د پاکستان د تيلو وزير امان الله جادون پرونۍ پريکړه د درې واړو هيوادونو لپاره يو ښه خبر وباله.
د اسيا پرمختيايي بانک دغه پايلي ته رسيدلی دی چي دغه پروژه يوه عملي پروژه ده ،او په عملي کېدلو سره به يې ترکمستان ، افغانستان او پاکستان درېو واړو ته ګټۀ ورسيږي .په دغه غونډۀ کي چي د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز يې مشري کوله ، د ترکمنستان دتيلو اوګازو وزير امان ګېلدي ، او د افغانستان د کانواو صناعيو وزير ميرصديق برخه لرله .
شوکت عزيز وويله دګازو دغه نل ليکه چي ١٦٠٠ کيلو متره اوږدوالی لري د سيمي تر منځ به اقتصادي ګټي او همکارۍ لا غښتلي کړي .
",د اسيا پرمختيايي بانک د پايپ لاين پروژه عملي وبلل
3236,مولوی عبدالحق منصور,"
امام ابوحنیفه رحمه الله دایمان نه روسته داعمالوسزااوجزاذکرکوی حساب کتاب داعمالووزن جنت اودورخ حق دي نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی تسلی ورکوي چي دکفارودکفرسرکشۍعناداوکفر پروامه کوه مونږبه ورسره کوو.ثُمّ اِنّ عَلَیٌنَاحِسابهم (غاشیه 26)ژباړه : بیشکه زمونږپه غاړه ددوۍ حساب دی دقیامت په ورځ داعمالو تلل حق دي الله تعالی فرمايي والوزن یومَئذن الحق (اعراف 8)ژباړه : اوپه دغه ورځ د(اعمالو)وزن حق دی اوفرماییوَنَضَع الموازین الٌقسط لیوم القیامة فلا تظلم نفس شیئا (الانبیاء 47)ژباړه : اوکیږدو تله دانصاف لپاره دقیامت په ورځ ظلم به ونه شي په هیڅ نفس دقیامت په ورځ به دهر انسان نیک او بد اعمال به تلل کیږي دچاچي نیک اعمال درانه شي کامیاب اودچاچي نیک اعمال سپک اوبدیی درانه شي داکس هلاک شوالله تعالی فرمایی فاَمّا من ثقلت موازینه فهو فی عیشة ٍراضیة واما من خفت موازینه فامه هاویة ( قارعه 6تر9)ژباړه : دچاچی دنیکو اعمالوتله درنه شي نوهغه به په ښه ژوندون وي چی راضي به وي اودچاچی د(نیکو) اعمالووزن سپک شی نو دده ځای به هاویه وی (هاویه ګرم اورته وایی )اوفرمایی : فمن ثَقلت موازینه فأولئک هم المفلحون ژباړه : دچاچی دنیکواعمالوتله درنه شی نوهمدوۍ کامیاب دي مسلمان ته دقیامت دورځی په حساب کتاب داعمالو په تول ایمان لرل پکار دی داعمالو تول به څنګه وی ؟دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه هغه وفرمائیل اَلصُحُف کتابچی به وي چی نیک اوبداعمال به پکی لیکل شوی وي . اوس نوپه خپل ګریوان کی کتل پکاردي چی ماپه خپله زندګۍ کي کومه تله درنه کړي ده دنیکو اعمالو اوکه دبدو؟ که نیک اعمال زیات وی بایدنورهم کوښښ وکړی اوپه تیرو نیکواعمالودالله تعالی شکر وویستل شي که بد اعمال زیات په نظر راشی توبه ویستل اوپه اینده کي دنه کولوعزم پکاردی جنت دالله دنعمتونو اورحمتونو ځائ دی داسی نعمتونه چی نه سترګولیدلي نه غوږونواوریدلي اونه دچاپه خیال کی راغلي دا عقیده لرل پکاردي چی جنتونو لاپخواالله تعالی خپلو نیکانو بندګانو لپاره جوړکړي. قرآن کریم کی الله تعالی فرمائی اُعِدت للمتقین ژباړه : تیار شوی لپاره دپرهیزګارانوجهنم دالله دقهر اوغضب ځای دی پخوا تیارشوی اوڅوک چی دالله نافرمانی کوي اوکافران دی هغه به پکی اچول کیږي الله تعالی دجهنم په باره کي فرمائی اُعِدت للکافرین (آل عمران 131)ژباړه : (جهنم ) دکافرانو لپاره تیارشوی ",دقیامت دورځی حساب جنت اوجهنم
3237,مولوی عبدالحق منصور,"
مولوی عبدالحق منصور
اسلام اوبشری حقونه
په نړۍ دجهالت توري لړی خپری وې هرلورته کینه بغض حسد اونفرتونه وو په وړو خبرو لسګونه کاله دښمنۍ کیدی یودبل دوینوتږی اودمالونو يي وږی وو نه نارینه محفوظ وو نه ښځینه ورور دوروردښمن ووپلاردځوۍ او....لورخور خوچاپه انسانانو کی هم نه شمیرله تاریخ وګورۍ دچاپه کورکی به چی انجلۍ پیداشوه ژوندۍ به یی خښوله .مذهبونه اودینونه موجودووخودومره حدته دتحریف اوبدلون ښکارووچی اصل یی له منځه تلی وو هرڅوک دخپلی خوښی وو هو ! دسلام مبارک دین نه مخکی داټولی خبری موجودی وی الله تعالی دنیا ته دمحمد عربی صلی الله علیه وسلم په شکل کی رحمت راولیږه نبوت یی ورکړ قرآن یی ورکړ خلکو ته یی خدایی وروپیژانده دتیارو څخه یی خلاص اورڼاته یی راوستل دهرچا حق خوندی شودبشري حقوقو بنسټ یی کیښود مسلمانان يي دیوبل روڼه وګرځول دخپل منځی مینی اومحبت درس یی ورکړ . دالله دلوری ایات نازل شوانّمَاالمؤمنون اخوتژباړه : ټول مومنان سره ورونه دي اسلام حکم کوی چی جنګونو اوعداوت څخه ځان وژغورۍ یوبل سره مرسته وکړۍ دیوبل ضرورتونه پوره کړۍکه داسیونکړۍ نوتاسی به کامل مړمنان نه یاست محبوب فرمايی من لم یهتم بامورالمسلمین فلیس منهم
ژباړه : څوک چی دمسلمانانواړتیاوی پوره نه کړي ددوۍ څخه نه دی اسلام کي دژوند حق :دکائناتومالک په ناحقه دبل بشروژنه حرامه بولی اوڅوک چی داسی کاروکړی دهغه په اخرت کی جهنم اودنیاکی دمقتول په بدل کی دهنده وژنه ده ترڅودنوروژوند محفوظ شی الله فرمایی وَلکم فی القصاصِ حیوة ژباړه : تاسی لپاره قصاص کی ژوند دی په کومو هیوادونوکی چی دمرګ په بدل کی قصاص نه وی دوژنوشمیره پکی څومره زیاته وی خوکه یواسلامی عمل حکم عملي شوټولنه دمرګ دګواښ څخه ژغورل کیږی اسلامی ټولنه کی داموالوتحفظ:لکه څنګه چی دانسان ژوند قیمتی دی همدغه راز يي مال هم ارزښتناک دی باید ساتنه یی وشی دبل مال دخوراک څخه موقرآن په لاندی الفاظومنعه کوی ولاتأکلوااموالکم بینکم بالباطل ژباړه : خپلومنځوکی مو مالونه په ناحقه مه خورۍ دحجۍ الوداع په موقع نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خپله هراړخیزه خطبه کی دبشری حقونوپه اړه وفرمایل ای خلکو !ستاسو وینه ستاسومالونه اوستاسوعزتونه په یوبل داسی حرام دی لکه نن ورځ چی پدی ښارکی ددی میاشتی حرمت دی هرمسلمان دبل مسلمان وروردی څه چی پخپله اغوندۍ هغه ته یی هم واغوندۍ څه چی پخپله خورۍ په بل وروریی هم خورۍ ....داسلام دبشری حقونوپه اړه دامشت نمونه خروار مثالونه ووکه بشری حقونوپه اړه داسلامی اووضعی قوانینوپرتله وشی وبه پوهیږوچی یواځی اسلام دی چی دبشراوټولنی حقونه یی خوندی کړی
لدی روسته به ان شاءالله په ځانګړي توګه دبشری حقونوپه اړه معلومات وړاندی کوو ",اسلام اوبشری حقوق
3238,خيبر – ماسکو ٢٥ وری ١٣٨٤,"
خيبر – ماسکو ٢٥ وری ١٣٨٤
د روسيې غږ راډيو: په عراق كې د ملګرو ملتونو د موسسي د وسلو د لټوني د څارونكو ډلي پخواني مشر، هانس بيلكس، په همدي ورځو كي يوه ډيره پام را ګرځوونكي اعلاميه خپره كړي ده. هغه په دغه اعلاميه كې وايې چې پر عراق باندي د امريكي د متحدو ايالتونو د بريد اساسي لامل تيل و.
په دي اړوند د روسيې يوه سياست پيژندونكي، ويكتور ناديين رايفكسي، څو ورځي مخكې د «روسيې غږ راډيو» سره په يوه مرکه وويل:
په واقعيت كې د امريكي د متحدو ايالتونو ټول كړه وړه تر هر څه د مخه په نړۍ كې د خپلو مالي او اقتصادي گټو پياوړي كولو ته متوجه دي. او په لومړي سر كې د تيلو ګټو ته .
د واشنګتن هلي ځلي د هغه څه جوړولو ته متوجه دي، چې امريكايان يې د امريكي د متحدو ايالتونو لپاره د انرژۍ د تامينولو په ساحه كې د امنيت د سيستم په نامه بولي. او نن ورځ له تيلو او ګاز پرته د انرژۍ داسي سرچيني نه ليدل كيږي چې غټ حسابونه پري وشي.
د امريكي متحد ايالتونه، پر دي باور لري چې دوی يوازنی هيواد دي چې د نورو د اداره كولو وس ور سره شته. او لكه چې ښكاري په همدي دوي داسي ګڼلي چې د دي لپاره ډيره مناسبه موقع په لاس ورغلي چې د تيلو د نړيوالو سرچينو د خپلولو په خاطر بي رحمانه مبارزي ته لاس واچوي. او په همدغه لاره كې لومړني ګام، پر عراق باندي بريد وګرځيد. نو ځكه، هانس بليكس، كله چې د دغه بريد پر عواملو غږيږي، په حقه دي.
وياند: چې داسي ده، نو د امريكي د متحدو ايالتونو د دغو ګن شمير اعلاميو مفهوم څه دی، چې ګوا كې دوی د عراق او نورو هيوادونو د ديموكراتيزه كولو هڅه كوي؟
ځ: د ديموكراتيزه كولو خبري، دا يوازي پرده ده. پر عراق باندي د امريكې بريد په دې پلمه وشو چې ګوا كې عراق د ډله ييزي وژني وسله لري. خو كله چې څرګنده شوه چې دغه ډول وسله په عراق كي نشته، نو د يرغل د پټولو لپاره نوي پرو پاګنډي پرده وړاندي شوه. د استبداد پر ضد او د ديموكراسۍ په خاطر مبارزه. اوس واشنګتن نه يوازي د عراق، بلكي د ستر منځني ختيځ او د نړۍ د نورو سيمو د ديموكراتيزه كولو د ضرورت خبري هم كوي. د واشنګتن دغو ديموكراتيزه كوونكو پر عراق سر بيره، ايران، سعودي عربستان هم تر خپلي پاملرني لاندي نيولي دي او په همدي ځای كي هم د تيلو ګټي په ډاګه ښكاري. خو په پاي كې دا هم بايد وويل شي، چې د امريكي د ستراتيژي جوړونكو كارونه هغسي هم پر مخ نه ځي لكه چې دوی يې پلانوي . دا دي څه د پاسه دوه كاله كيږي چې په عراق كې د امريكي د نيواك پر ضد مقاومت روان دي او پای يې تر اوسه نه ليدل كيږي .
",پر عراق د امريكې د بريد اساسي لامل
3239,قريب الرحمان سعيد - ناروې,"
استاد قریب الرحمن سعید (ناروې) ٢٦ وری ١٣٨٤
اوسلو پوهنتون د ټولنيز اقتصاد عالي انستيتوت
",د هیوادد اقتصادي څرنګوالي په هکله یوه لنډه شننه
3240,,"
٢٦ د وری ١٣٨٤
د جرمني په کولن ښار کې د افغان فلمونو فسټيوال پيل شو.
په دغه فسټيوال کې نږدې ٢٦ افغان فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي.
فيسټيوال د اپريل د ١٤نيټې څخه تر ٢٤ نيټې پورې د المان د کولن په ښار کې د(فلم هاوس) په سينما کې داير شوی دی چې په کې دافغانستان ددننه او بهر څخه فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي.
",په جرمني کې افغان فلم فسټيوال
3241,هدايت الله هدايت - استراليا,"
هدايت الله هدايت ـ استراليا
١٥ – اپرېل – ٢٠٠٥ زېږديز
دسړې جګړې د ختمېدونه لږ څه باد ډېرو داسي انګېرل چې حتي پخپله امريکا به دنړۍ د هغو ګواښونو او تهدېدونو د سرچينې څخه مطمئنه نه وي کوم چې ځانته يې متوجه ګاڼه . امريکا ته به ښايې دا ګواښونه اووېري د پخواني شوروي اتحاد د ډېرو سترو زروي وسلو دزېرمو پاتې والی يا د چين په بېړه پرمختيا اويا د هر ي بلي نړۍ والي ستونزي نه چې وو را پيدا سوي وو.
خوددې سړې جګړې نه باد په يوه ټاکلې موده کې، امريکا خپل ټول ا صلي زور او توجه د نوي ډول وسلو د جوړولو و پراختيا او د موشکي دفاع و سپر ته را وګرځاوه څو په دې ډول و کوﻻي سي د خپلو ستراتيژيکو سيالانو نه پر مخ وﻻړ سي .
دنړۍ يواځنۍ ځبر ځواک په کال ١٩٩٩ په اروپا کې د خپل موقف په ټينګېدو سره د کوزوو جګړه پېل کړه څو په ستراتژيک لحاظ روسيه تر فشار ﻻندي راولي خوپه دوه زرم کال کې بيا بوش ادعا وکړه چې چين د هغه ستراتژيک سيال او رقيب دی .
په واقعيت کې ددې ټولو نه دا خبره جوته کېږي چې ښايې امريکا به د خپل اصلي دښمن په پېژندلو کې ترديد درلودی . خوپه نيويارک او واشنګټن کې دکال ٢٠٠١دسپتامبر د يولسمي پېښي امريکايي چارواکي غافلګيره او د پېښو مسير ته يې بدلون ورکړ.
دسپتامبر ديوولسمي تروريستي ناورين و امريکايي چارواکو ته دا سبق ورکړ چې دې هېواد ته لوی ګواښ پوځي لوی ځواکونه نه بلکه حتي د امريکا ستراتژيک دښمنان هم نسي کوﻻي و امريکا ته يو کارنده ګواښ و ګرځي . خو غير دولتي تروريستي سازمانونه په رښتيا هم کېداې سي چې د يوه ډېر ستر تهديد په څېر ځان را ښکاره کې .
د بوش د ادارې نوي سخت دريزه او محافظه کاره سلاکاران چې د داسي يوې لويي خطرې سره يې د مخامخ کېدو انتظار نه ﻻره خپله نړېواله ستراتژي يې په يوې ځانګړي تګلاري باندي سمباله کړه او خپله توجه يې د خپلو ستراتژيکو رقيبانو څخه د تروريسم او دډله ايزي وژني و سلاوو ته را واړوله کوم چې هغه يې و خپل ځانته د ډېرجدي ګواښ په توګه و باله .
د سپټامبر ديولسمي نه باد د ""بوش دکترين"" را ښکاره سو. امريکا د "" د شرارت محور"" او د ""مخ نيوونکې"" ستراتيژۍ طرحې راميدان ته کړې . د تروريسم سره د مقابلې اصل يې د زروي وسلو د پراختيا د مخنيوی او د "" ياغي هېوادونو"" پر اصلاح باندي و تاړه . ددې دکترين پر اساس امريکا پر افغانستان او عراق باندي خپل پوځې بريد پيل کړ او د خپل پوځې ځواکونو پر بيا جوړوني او پياوړتيا او بهر ته يې دامريکايې ځواکونو پر لېږلو باندي نوې کتنه و کړه .
دې دکترين و امريکا ته دا توان ورکړ څو په مينځني ختيځ، مرکزي آسيا، جنوبي، ختيځه او شمال ختيځه آسيا کې خپل سياسي او پوځې نفوذ زيات کړي ، د خپل عکس العمل ځواک په هغو سيمو اوهېوادو کې چې په لوي لاس يې پخپله بې ثباته او نا آرامه کړي وه ټينګ کړي او خپل د "" لويې مينځني ختيځ"" اصلاحي کړنلاره و ميدان ته را وباسي .
دغه ټوله ټکې ددې ښکارندويه دې چې د واشنګتن د تروريستي ضد کړنلاره "" دځان نه ددفاع"" د چوکاټ نه را وتلې او د ناخوښو رژيمو په بدلون پسې يې را اخيستې دي .
دامريکا دغه کړو وړو په ځانګړې توګه د فارس د خليج او د کوزوو د جګړو نه وروسته داوښودله چې امريکا د سړې جګړې نه باد خپل ذهنيت نه دی بدل کړی او اوس هم د پټ او ښکاره ګواښونو سره د مقابلې په خاطر دپوځي وسېلو نه کار اخلي . په واقعيت کې د بوش ددکترين فلسفه نه ددموکراسی داصولو رعايت بلکه د زور نه پر استفادې باندي تکيه ده . يعني داچې امريکا بايد د پوځې لحاظه هومره طاقت ولري څو پر ټوله نړۍ يې د خپل نفوذ سايه خپره وي . ځکه نو عجيبه نه برېښي چې دبوش ادره اوس هم دا هڅه کوي چې پرعراق باندي خپل يرغل او په دې اړه د امريکا سياست سم وښيې او هغه بر حق وګڼي .
خو کوم څه چې دلمر غوندي روښانه ده هغه ددې جګړي په هکله دنړېوالو ډېرکارنده منفي غبرګون دی .
امريکا له پوځې پلوه پر عراق بری وموند خو په دې هېواد او عربي نړۍ کې يې ځان د سولي په راوستلو کې دډېرو ستونزو سره مخامخ کړ. ددې سره سره چې دواشنګټن سياست ددې باعث وګرځېد چې ډېري پېچلي قومي او مذهبي اختلافونو ته زور ورکړي او ددې هېوادو ستونزي د خپلي خوښي پر سناريو او سمت باندي رهي کړي ، خو دعراق په اړه يې د خپل سياست دوام وعربي او اسلامي نړۍ ته دا پيغام ورکړ چې د امريکا غوندي يو ځبر ځواک هغوي د ددموکراتيکو اصلاحاتو په بهانه تر هدف لاندي راوستلاي سي . دې باور نور هم د اسلامي هيوادو او امريکا تر مينځ دډېري پراخي خوابدی او وارخطايې موجبات برابر کړی دي .
اوس خود دم درحاله دعراق علاج و واشنګټن ته په يوې ډېري جنجالي موضوع باندي تبديل سوی دی . دجنوري پر اته وېشتمه سپيني ماڼۍ په ډېره بيړه په عراق کې واګي و يوه مؤقت دولت ته و سپارلې . وروستنۍ ټاکني هم په ظاهره داسي ښيې چې ګني خيرو خيريت دی. خو د داشاني واک سپارل وضعي ته بدلون نه ورکوي او ان هغه ﻻ نور هم د زيات کړکېچ خواته ټيل وهي . اوس هم د امريکا يو لک و پنځه دېرش زره پوځيان د عراق په ډم کې بند پاتې دې او ددې هېواد د پوځيانو مرګ ژوبله هم ورځ په ورځ زياتېږي .
دعراق جګړې په نړېواله کچه د ويټنام دجګړې نه زياته دامريکا څېره کرغېړنه وښودله . حتي پخپله بوش کله چې دخپل اروپايې انډيوال انګلستان په سفر بوخت وو د خلګو سره يې د مخامخ لېدو مخ نه درلودلی.
پرعراق باندي د پوځې بريد د هماغه لومړنيو چمتو کېدو نه راهيسي بيا د جګړې نه باد ياني د بيا جوړوني تر وخته پوري هيڅکله هم دومره لوي او ډېر دردناکه بېلوالۍ د امريکا او د هغه دعنعنوي اروپايې انډېوالانو په مينځ کې نه وو راغلی. تېر کال ځېنو امريکايې تحليلګرانواو سياست پوهانو په دې اړه خپلې نېوکې راپورته کړې . ددوی نه ډېرو په دې باور وه چې بوش د خپلې مخنيونکی استراتژۍ په کارولو سره و نکړاې شوه چې په غوره توګه د هغو ګواښونو سره مقابله وکړي کوم چې د امريکا و مخي ته پرتې دي .
خو ددې سره سره د بوش ادارې و هغو غم لړلو استراتژيو ته مخه کړه چې د تاريخ په اوږدوکې يې د ډېرو امپراطوريو سرونه خوړلی دی .
تاريخ او دامپراطورانو افسانو دا ښودلې ده چې د بوش ﻻره سمي پاېلې نسي لرلاي بلکه دامريکا امپراطوري يې دډېرو نورو نا امنيواوبې بندوباريو سره مخامخ کړېده چې کېداې سي د کاملي نابودی تر کندي پوري يې ټيل وهي .
لکه څنګه چې د هاروارد د پوهنتون يو استاد وايې چې د امريکا د ځواک د تئوری لوي پارادوکس دادی چې په نړۍ کې د سياست صحنه ډېر بدلون موندلی دی اوان ډېر طاقتوره هېوادونه به ﻻ و نسي کړاې چې خپلو اهدافوته د پوځې ځواک اود روم دامپراطوری د ورته ميتودونو په کارولوسره هغه ته ځان ورسوي .
دامريکا د نوی محافظه کارانو پرخپل سر او يکه تازه سياست په نړۍ کې د قدرت او نړېواله نظامونو انډول له مينځه يووړ. ددې دو کالو پېښو دا وښودله چې د عراق جګړه يوه جبري جګړه نه بلکه يوه اختياري جګړه وه . پدي ډول اوس نو بايد د مخنيونکي جګړې اصطلاح د امريکا د ملي امنيت د فرهنګ څخه ليري کړل سي . همدارنګه دې جګړي د تروريسم سره د مبارزې په اړه د نړيوال ائيتلاف هغه لومړنۍ جذبه له مينځه يو وړه او هغه يې پڅه کړه . د امريکا په مقابل کې د اسلامي نړی قهر او غضب د عراق د جګړې نه باد را وپارېدی، ان دا چې دډېرو رسنيو په قول دالقاعدي و تروريستي ګروپ ته د نوېو غړو د جذب باعث سوه . همدارنګه په نړيواله کچه د تروريستي فعاليتونو اندازه کمه نه بلکه د پخوانه ﻻ ډېره زياته شوه .
د عراق د بيا جوړوني لپاره چې د نړېوالي مرستي غوښتنه را پورته سوېده يوځل بيا يې دا په ډاګه کړه چې په ننۍ شاربل سوې نړی کې په يواځې توګه تلل اوو هر څه ته د خپل ديد د زاويې نه کتل نسي کوﻻي چې ونړېواله مسئلو ته د حل يوه مناسبه ، متمدنه او ديموکراټيکه لاره پيدا کړي .
په داسي حال کې چې په ننۍ نړۍ کې يو تر بل او خپل مينځې اړيکې ژوري رېښې پيدا کوي او دهر هېواد ګټي د نورو هېوادو د ګټو سره غوټه کېږي ، ددې نوې پېړۍ په پيل کې پرعراق باندي يرغل او پر هغه باندي دجګړې تپل په نړۍ واله اړېکو کې يو ډېر منفي مثال وو . دا ځکه چې د جګړو خوارۍ تر خوښيو ډيري دي . دنړۍ د انسانانو لوي لښکر به و يوه ځبر ځواک ته هيڅکله دا اجازه ورنکړي چې نړيواله ټولنه دي په خپل پوځې طاقت سره د خپلو لويې غوښتنو و رابللو ته مجبوره کړي .
په عراق کې د امريکا او سنۍ حالت ددې خبري ښکارندوي دی چې کله د يوه ځواکمن هېواد دسلطې مفکوره دهغه هېواد د طبيعي حدود نه را ووزي او سر واخلي نو څومره ستري ناخوالي اولويې ستونزي را زېږه وي . هغه ستونزي چې نن سبا امريکايي چارواکي ور سره مخامخ دي هغه دنورو دګواښونو څخه نه بلکه پخپله دامريکا د غرور او فرعونيت څخه نشئت کړيدی . که څه هم امريکا داسي افسانې په سر کې لري چې ګني يوېشتمه پېړی به دامريکا پېړی وي خوتحليلګران په دې باور دي چې هيڅکله به و هغه ته و نه رسيږي .
په دې نوي پېړۍ کې د نړی عام ولسونه د ټولو سترو ځواکونو نه غواړي چې په ګډه اوپه يوه سالمه او سوله ائزه چاپيريال کې، د علم او تکنالوژۍ په پياوړتيا او شريکولو کې ديوې نړيوالي عادلانه ټولني د جوړلو په خاطر دهيوادو په مابين کې دسولي او دوستۍ لاري پرانيزي او د پوځې وسله والتوب ، رقابتونو ، لويې غوښتني او تشدد نه د بشريت دبقاء او سوکالۍ په خاطر ﻻس واخلي .
",دامريکا اندېښنې اونوي ستونزي
3242,,"
باختر اطلاعاتي اژانس - کابل ٢٥ وری
د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت فرمان
د اطلاعات او کلتور او توريزم وزارت د وړانديز ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکي ادارې د تائيد سره سم د جمهوري رياست له خوا په نوموړي وزارت کښي لاندنۍ ټاکني شوي دي :
- نجیبه مرام د نړيوالو مطبوعاتو دمرکز ريسه ، د مطبوعاتو د عالي شورا د غړي په توګه
- محمد شریف ازمان د ازادو مطبعو د تصدۍ دريس په توګه
- توریالی حاحي د هيواد ورځپاڼي د ريس په توګه
- اجرالدین اقبال د ملي راډيو تلويزيون د اسلامي ښووني دامر په توګه
- عبد الواحد د ملي راډيو تلويزيون د مبسر په توګه",داطلاعاتو اوکلتور په وزارت کي نوي ټاکني شوي دي
3243,,"
هالنډ٢٧ - وری
په جرمني کي د افغان فلمونو فستيوال او ( هجرت )
داپرېل پر ١٤مه نېټۀ د جرمني د کولن ښار کي دافغاني فلمونو فستيوال پرانستل شو ، دغه فستيوال دنوموړي ښار د ( فلم هاوس ) له خوا جوړ شوی او پر مخ بېول کيږي .
په نوموړي فستيوال کي چي داپرېل تر ٢٤ پوري به دوام لري ٣٠ - افغاني فلمونه د نندارې لپاره په پام کي نيول شوي دي .
ديادولو وړ ده چي په دغه فستيوال کي دافغانستان د سينما زړې اونوي لاسته راوړني نندارې ته وړاندي کيږي ، د نوو افغاني فلمونو په کتار کي به داپرېل پر ١٨مه نېټۀ نوی افغاني هنري فلم ( هجرت ) هم نندارې ته وړاندي شي .
په پورته يادو شويو دېرشو افغاني فلمونو کي چي په دې فستيوال کي به د افغانستان د سينما استازيتوب کوي يوازي هجرت د هيواد په ملي او رسمي ژبو ( پښتو _ دري ) جوړ شوی ، او پاته ٢٩ ټوله په دري ژبه وړاندي کيږي .
د افغاني فلمونو د فستيوال لپاره په لاندي پتواړيکي ټينګولای شئ :
Kِlner Filmhaus ∙ Maybachstr. 111 ∙ 50670 Kِln ∙
Fax 0221-222710-99 Tel 0221-222710-15/20
E mail: kino@koelner-filmhaus.de
",دجرمني د کولن په ښار کي د افغاني فلمونو فستيوال
3244,ډاکټر سبحان هاتفي - کليفورنيا,"
ټوله شپه مي ياره ستا په غم ژړلي دي
ته ولي راته وائې چي تا کم ژړلي دي
په ډير خواشينۍ سره بايد وويل شي چي د څه د پاسه د يوې پېړۍ راهيسي او په ځانګړې توګه په وروستيو درې لسيزو کي د پښتنو سيمي او پښتانه بې له کوم جرم څخه زيات وځپل شول . پښتانه په ډله ايزه توګه د ژوند د نعمت څخه محرومه کړل شول ، پښتانه د خپلو کورونو نه د وژني ، وهلو او ټکولو سره وايستل شول او په ځينو برخو کي د پښتنو مالونه تالا او په ناموس ئې تېری وشو .
د پښتنو مشران په بمونو او راکټونو ووژل شول ، د پښتنو ښادۍ او ودونه په وينو ولړل شول ، پښتنه ناوې د خپل خاوند کور ته د تګ په لاره کي شهيده او په وينو لړلې ډولۍ ئې هديرې ته يو وړل شوه د پښتنو تنکي زلميانو او کوچنيانو پداسي حال چي په لوبو اخته ول دبمباريو او راکټونو د اورولو له امله د بدن غوښي په هوا کي خپرې شوې ، د پښتنو په سرونو کي ميخونه ټک وهل شوه ، سترګي ئې وايستل شوې او غوږونه ئې پريکړل شول .
او هغو چي په سهېلي برخو کي ددې ناورينو ، ناخوالو نه ژوندي پاته ؤ د خپل سردساتني لپاره د خپل پلرني سيمو پرېښېدو ته اړ او په ډله ايزه توګه د افغانستان سويلي سيمو ته کډوال شول ، چي نن د د سپين بولدک ، ژړې دښتي کمپونو او نور ځايونو کي د نامعلوم ژوند شپې او ورځي تېروي .
ترهغه ځايه چي ما دا کمپونه وليدل دا خواره کډوال شوي پښتانه هلته په ژمي کي د يخنۍ او په اوړي کي د مارانو د چيچلو څخه مري ، د ملګروملتونو راپورونو کي ددې بالجبره کډوالو شمېره ٤٠٠٠٠څلوېښتو زرو تنو ته رسيده .
ملي ژبه چي دملي پيوستون يا ملي يووالي راوړلو کي اساسي عنصر دی د بده مرغه د افغانستان پلازمينه کابل کي په دولتي دفترونو کي د پښتو ويل جرم ګڼل کيږي او داهم وليدل شول چي څوتنه پښتني ځوانان چي په بله ژبه نشو ږغيدلای د پاکستاني په نامه د مرګ تر پولي وټکول شول ، د پښتنو ميليونونه کتابونه په اور وسوځول شول ، پښتو د راډيو تلويزون او اخبارو څخه په بشپړه ټوګه وايستله شوه ، کابل کي ١٣٠ ورځپاني ، مجلې او نور ي خپروني منځ ته راغلې چي صرف ٥ ـ ٧ ېې په پښتو دي او بس .
بې له کومي دقيقي سرشمېرني نه د ستميانو او شورا نظار د ډلو لخوا نړيوالو رسنيو ته د پښتنو نفوس چي د ٥٥٪ څه تر ٦٢ ٪ پوري وي هغه ئې د څلويښت نه کم ښودلي . دا ځکه کابل ښاري څانګو کي په تذکره کي د پښتون کام پرځای پښتون ئې تاجک ښودلی .
د تش په نامه بيارغوني کي پښتني سيمي په دې بهانو چي هلته امينت نشته هلته القايده او طالبان اوسي هيڅ کار ورته ندی شوی پداسي حال کي چي د پښتنو سيمي ټولي لکه د برلين ښار د دوهمي نړيوالي جګړې پای کي د خاورو سره برابري شوي دي ، د راپورونو پر اساس د دوهمي نړيوالي جګړې وروسته د افغانستان پښتني سيمو باند ي زيات بمونه اچول شوي دي او د بده مرغه دا لړۍ تر ننه پوري دوام لري .
مشهور متل دی ( پوهنه رڼا ده ) خو ددې رڼا نه پښتنې سيمي بې برخي دي هلته د پښتني ضد ډلو د پوهني وازرت ئې په قبضه کي و او دا پروپاګنډې کولې چي پښتانه د تعليم سره ضديت ښيې . د بلي خوا د يوې دسيسې په اساس څرنګه چي پلان و چي کابل د پښتنو نه تش کړي د څو لسيزو راهيسي عملاً په کابل کي د پښتنو انجونو او زامنو لپاره يو د لمړنۍ او يا لوړو زده کړو ښونځي وجود نه درلود دا له دې امله و چي پښتانه قصداً بېسواده وساتي اوس يې نو دا ډنډوېه پيل کړې ده چي پښتو ويونکي او غير پښتو ويونکي پښتانه ، معلومه نه ده چي راتلونکي کي به پښتانه به څه نومونو بېلوي .
دا چي ضد پښتني ډلي د پردو په پيسو په خپلو خپرونو او ويناو کي د پښتنو باباګانو ،مشرانو ، نيکونو ته سپکي سپوري وائې دا پدې دليل چي د پښتنو وياړني له منځه يوسي د تاريخ پيښي د ځان په ګټه بدلي کړي ددې ټولونو نه موخه داده چي د ګران هيواد ملي هويت له منځه يوسي او دا ټولو ته جوته ده چي بې هويته هيواد او ملت باندي هرڅوک تېرې کوي . او هغه د ځان بولي ، چي دا غميزه نن د پښتونخوا په سيمه کي په ټول قوت سره پر مخ ځي .
نن چي د ساينس او ټکنالوژي نړی ده د پښتني ضد وګړي حتی د فلمونو نه د خپل کرغېړن پلان د پاره کار اخلي په دې ورستيو وختو کي زيات ليدل کيږي چي ټول بدکاره ، ناوړه او منفي رولونه پښتنو ته ورکوي تر څو نړې ته وښيي چي پښتانه داسي بد کاره ناپوه خلک دي . په کتابونو کي هم د هغوی ټول ناروا او منفي کارونه پر پښتنو تپلي دي .
ددې ټولو ناخوالو ، نادودو او جفاګانو سره بيا هم دوئ په ټولي بې شرم سره پښتون قام غاصب ، فاشيست ، بيسواده او بې تمدونه بولي . تر هغه ځايه چي د تاريخ په مخونو کي ليکل شوي دا سيمه د زرګونو زرګونو کلونو راهيسي د پښتنو سيمه ده او پښتنو په خپل سرښيندنو دا سيمه ساتلې ده او که چيري کوم فاتح نوري سيمي نيولي هغه هم دپښتنو د توري د شرنګ له برکته ؤ . ولولئ چي د سلطان محمود غزنوي د وخت يو شاعر دا مسئله په خپل شعر کي څرنګه راوړې ده .
ترک و نامردو و دانګل له جنګه
زه پښتون ولاړ د سلطان تر څنکه
سوال دادی چي اخير تر څه وخته به موږ داسي در په دره ، لوږي ، بربنډه بېسواده پاتي يو ؟ . او تر څو به زموږ ځوانان په يو او بل نامه وژل کيږي يا په جيلونو کي د زولنو سره شکنجه کيږي نن موږ ټول پدې پوهيږو چي د منطق او استدلال دوران دی .
پښتنو ستاسو توره او ټوپک د تاريخ په اوږدو کي د يرغلګرو څټه وايستله . خو نن زمانه بدله شوې راځی چي دخپلو پلرونو او نيکونو د هغه خدای ورکړي اهليت اولياقت د رعايت او پوهي نه په ميراث اخستلو سره کار واخلو او په سوله ايزه ټوګه خپل حقه حقوق تر ﻻسه کړو ، مهتماګاندي ددې سياست څخه په کار اخيستلو سره انګريزان د بهارت څخه وايستل .
دسوله ايزي مبارزې سره نو څوک نه شي کولای پر موږ د القايده يا طالب ټاپه ولګوي . دا پرحقه پاڅون د کوم امتياز غوښتني لپاره نه بلکې د حق غوښتني په خاطر وي ، ټول بايد ځانونه په دې پوه کړو چي حق غوښتنه زموږ طبعي حق دی او حق غوښتنه امتياز غوښتنه نه ده . دا خوځښت بايد ډله ايز وي نه په ځانګړې ټوګه ، په ځانګړې توګه مبارزي تل ځپل شوي دي نو دډيرو سوچونو او ژورو رو څېړنو نه زه دې پايلي ته ورسيدم چي :
دپښتنو د توکمي جرګې د جوړولو وړانديز ټولو پښتنو او په هيواد دننه څه چي بهر هم وکړم .
جرګه د پښتنو په تاريخ کي يو منل شوې باصلاحيته مرجع ده ، دجرګې غړي د پوهو ، پخو او ريښتنو خلکو څخه ټاکل کيږي ، دجرګې غړي بايد د پښتونوالي په ټولو اصولو او مقرراتو وپوهيږي که چيري مسئله ملي بڼه ولري نو د ټول هيواد څخه جرګې ته استازي رابلل کيږي چي په هغه صورت کي ورته لويه جرګه وائې .
دپښتونولۍ جزائي حقوق دومره په غور سره وضع شوي چي هيڅ قانون به ونه کولای شي ورسره سيالي وکړي دلته دا څرګندونه ضروري بولم چي ارواښاد بېنوا د پښتونولي په اړه کړې .
(( پښتونولي د بشريت عامي ښېګڼي اود اسلاميت لوړ اخلاق دي ))
کله چي پښتنو جرګه وټاکله نو بشپړه صلاحيت هم ورکوي او هيڅوک نشي کولای د جرګې د پريکړي نه سرغړونه وکړي ، نن چي پښتون قام د تاريخ په خورا حساسو شېبو کي قرار لري لازمه ده چي د تدبير نه کار واخلي اودپښتنو توکمي نړيواله جرګه دي جوړه کړي او بيا دا جرګه د پښتون قام په استازيتوب سره د پښتنو غمجن حالت د کابل د ادارې مشر ، د ملګرو ملتونو استازواودامريکې چارواکو سره مخامخ خبرو اترو لپاره مطرح کړي ، هغه مسايل چي زما له نظره مطرح شي دا لاندي ټکي دي :
١ : ـ پښتون قام چي په په افغانستان کي غوڅ ډيره کي دي په کومه ګناه د هغو سيمي بمباري او خلک ئې وژل کيږي .
٢ : ـ ولي پښتانه صرف د پښتو ويلو په جرم په جيلونو کي اچول کيږي او سزاګاني ورکول کيږي .
٣ : ـ د تاسو د اساسي قانون په اساس پښتو ملي ژبه ده ولي پښتو د حکومتي ادارو ، راډيو تلويزيون او اخبارو څخه ايستل شوی .
٤ : ـ څرنګه د افغانستان پلازمينه کي يو لمړنۍ ښوونځۍ د پښتنو ماشومانو لپاره نشته .
٥ : ـ تعلمي نصاب بايد ٥٠ ٪ انډول مراعات شي .
٦ : ـ دپښتنو سيمي ولي عمداً او قصداً ويجاړي ساتل کيږي د بيا رغوني پرګرامونه هلته بايد پلي شي .
٧ : ـ مطبوعات د تنګ نظرو متعصبو له منګلو نه خلاص شي .
٨ : ـ نند پردو ځواکونو ددايمي شتوالي خبري اوريدل کيږي پدې هکله جرګه پريکړه وکړي .
٩ : ـ دپښتنو د حقه حقوق نه دي سترګي پټي نه شي کار دي اهلي کار ته وسپارل شي
١٠ : ـ بهرنۍ سفارت خوني دي د يوه کلي او يوې سيمي له وګړو د قبضې څه خلاص او د ملت پوهو مسلکي خلکو ته وسپارل شي .
ډاکټر سبحان هاتفي
P.O.Box 331 – ALAMEDA,CA 94501 شمالي کلفورنيا ، متحده ايالات
",د پښتنو توکمي جرګې جوړول ديوې ټولنيزي اړتيا له مخي !
3245,منصور,"
سورة البقرهسورة البقره مدنی سورة دی ۲۸۶ایاتونه اوڅلویښت رکوع لريبسم الله الرحمن الرحیم
الم (۱)ذلک الکتب لاریب فیه هدی للمتقین (۲)الذین یؤمنون بالغیب ویقیمون الصلوة ومما رزقنهم ینفقون(۳)والذین یؤمنون بماانزل الیک وما انزل من قبلک وبالآخرة هم یوقنون(۴)اُلَئِکَ علی هدًی من ربّهم واُولئک هم المفلحون(۵)ژباړه :ددی حروفو په معنی الله عالم دی (۱)داکتاب نشته هیڅ شک پده کی (دغه کتاب )دپرهیزګارانولپاره لارښوددی (۲)هغه کسان چ یایمان لرونکی دي په غیبو باندی اوقایموي (سم اداکوي ) دوۍ لمونځ اوهغه څه (مال)چی مونږورکړی نفقه کوي یی (۳)اوهغه کسان چی ایمان لري دوۍ په هغه کتاب چی تاته نازل شوی اوپه هغه کتابونوچی لتا نه مخکي نازل شوی اوپه آخرت دوۍ یقین لري (۴)دغه کسان دالله له لوری په هدایت دی اوهمدوۍ کامیاب دي (۵)لنډتفسیر : الم داحروف مقطعات دی چی په معنی باندی الله تعالی عالم دی څوک وایی دادالله اورسول ترمنځ یوپټ راز دی چي مونږته دبعضی حکمتونوله وجی ندي راښکاره شوي ذلک الکتب لاریب فیه پدی کي هیڅ شک نشته چی داکتاب دالله دلوری ندی بلکه خالص دالله دلوري دی ټول مضامین یی ریښتیني اوواقعی دی هدیً للمتقین (۲)له دغه ځایه دقرآن کریم تراخره پوری د(اهدناالصراط المستقیم) ځواب دی چی دبندګانوله خواغوښتل شوی وه قرآن هغه کسانوته لارښیئ چی دالله تعالی ویره اوخوف یی په زړه کی وی هغه به ضرور دخواوبدو پلټنه کوي اودچاپه زړه کی چی دالله خوف نه وی هغه به دبندګۍ سره څه علاقه اودعذابه څخه به څه اندیښنه ولری ؟الذین یؤمنون بالغیب تراخردایت پوری هغه شیان چی ددوۍ له عقل اوحواسوڅخه پټ دی لکه وحدانیت ،رسالت ،حشر نشر،قیامت ، حساب کتاب ،ملائک ،جنت اودوزخ دغه ټول دالله اورسول دارشاداتوسره سم اویقینی کڼی ددی څخه څرګنده شوه چی په غیبو ایمان نه لرونکی دهدایت له فیضه محروم دی .دصلوة اقامت نه دلمانځه په وخت اوادابوسره اداکول مراددی والذین بما انزل الیک ..تراخردایت پوری په تیرایت کریمه کی دهغه کسانو یادونه وه چی مشرکین وو اوپدی ایت کی الله داهل کتابو(یهودواوعیسایانو) یادونه کوی بدله یی په لاندی ایت کی ذکرکیږی اُولئک علی هدی من ربهم تراخردایت پوری .پورته دواړه ډلوته هدایت ورپه برخه شواوپه اخرت کی به خپل مراد ته ورسیږی څرګنده شوه څوک چی دایمان اونیکواعمالوڅخه بی برخی وی دنیا او آخرت دواړه یی برباد دی(تفسیر عثمانی ) ",سورة بقره (اول درس)
3246,مولوی عبدالحق منصور,"
عن انس رضی الله عنه قال قال رسول الله ﷺ مَنْ احَبّ انْ یُبْسَط لَهُ فیْ رِزْقِهِ اَوْ یُنسالَهُ فیْ اثرهِ فلیَصلْ رَحِمَهُ (متفق علیه ) ژباړه : نبی کریم ﷺ فرمایلی څوک چی غواړی رزق یی زیات اواجل یی روسته شی نو خپلوانو سره دی خپلوی کوي شرحه : پورته حدیث شریف کی خپلوانو سره دخپلوۍ حکم شوی .کورنۍ ته په ټولنه کی زیات ارزښت حاصل دی کورنۍ په اصل کی دانساني ټولنی لومړۍ خښته ده په همدی کلي اوښارونه جوړیږی نوکه دکورنۍدخلکوترمنځ څومره ناسته ولاړه زیاته وی په همغه اندازه به یی مینه اومحبت هم زیات وي نوځکه الله ﷻ دخپلوانو دحقونوپه پوره کولوزیات زور راوړی نژدی خپلوانو ته یی په میراث کي پوره حصه مقرر کړې اوبارباریی تلقین کړی چی خپلوانو سره مرسته کوۍ دحدیث څخه څرګندیږی چی څوک خپلوانو سره دخپلوۍ نه کولوپه وجه پّ ټولنه کی فساد پیداکیږي اوداهم څرګندیږی څوک چی خپلوانو سره خپلوي نه کوی اللهﷻ یی دخپل رحمت څخه لری کوي مسلمان باید خپلوانو لپاره هررازقربانۍ څخه ډډه ونه کړی که هغه بدسلوک وکړي نو مایوسه کیدل نه دي پکار اوهمغه شان نیکی کول پکاردي نبی کریم ﷺ ته یو کس راغی اوعرض یی وکړ چی ای دالله پیغمبره چی زماڅه خپلوان دي زه ورسره تعق ساتم خوهغوۍ یی ختموي زه ورسره نیکي کوم هغوۍ راسره بدکوي زه ورسره نرمي کوم اوهغوۍ سختي کوی نبی کریم ﷺ ورته وفرمایل که ستا خبره رښتیاوي نو وپوهیږه چي هغوۍ ګناهګاردي اوترکومی چی ته ورسره نیکی کوی الله به ستا مرسته کوي دپورته حدیث څخه څرګنده شوه چی خپلوانوسره په خپلوۍ کولو الله تعالی خوشحالیږي دخرڅ کونکي په رزق کي فراخی راولی اوعمر کی برکت اچوي . ",درزق فراخی اوداجل روسته والی
3247,منصور,"
محمد مصطفی ﷺ دربیع الاول دمیاشتی په نهمه نیټه دفیل په کال ( هغه کال ابرهه دفیلانوسره زریعه په کعبه حمله کړي وه ځکه ورته دفیل کاا وایی )دبنی هاشموپه کورنۍ کي زیږیدلی دی چی دمولانا محمدسلیمان منصورپوري اودفلکیاتو ماهر محمود پاشادڅیړني مطابق ۲۲اپریل ۵۷۱م سره سمون خوری دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دپیدایښت سره څولویی واقعی رامنځ ته شوی دکسری دماڼۍ ۱۴کنګر ی (شاهی ماڼۍ)راوغورځیدی دمجوسیانو عبادت خانه کی هور مړشواودبحیره ساوه په غاړه کنیسی ړنګي شوی ( فقه السیرت محمدالغزالی ص ۴۶)کله چی محبوب صلی الله علیه وسلم وزیږیده نوعبدالمطلب ته یی دلمسي زیری ولیږه عبدالمطلب راغی اولمسی یی کعبی ته ویوړ هلته یی دالله شکرادا اودعایی وکړه بیایی دعربودرواج مطابق په اومه ورځ سنت کړ(ابن هشام جلد۱ص۱۵۹) دحلیمی په کور کي : دعربو خلکوبه خپل بچیان درضاعت لپارره کلیوالو علاقوته لیږل ترڅوقوي هم وی اوفصیحه عربی یاده کړي نبی کریم صلی الله علیه وسلم یی دبنی سعد قبیلی حلیمه بنت ذؤیب ته دشیدوورکولولپاره ورکړ حلیمی سره دنبی کریم صلی الله علیه وسلم برکات : حلیمه وایی رضاع لپاره دماشوم په لټه کی مکی ته راغلم ماسره می څښتن هم وو اویوه سپینه خره اویوه اوښه وه نه زماپه سینه کی شوده وو اونه اوښی یوه قطره شوده کول ټوله شپه می دخپل ماشوم (عبدالله بن حارث)دجړادلاسه خوب ونه کړ زمونږپه ډله کی نوری ښځی هم وی محمد به چی چالیده نه به یی اخسته ځکه هغه یتیم وو ماواخسته دشپی خپل تم ځای ته راغلو زماپه سینه کی دومره شوده پیداشو چی داړه ماشومان یی ماړه کړل داوښي په تیونو کی شیدی پیداشوی ملګروبه می راته ویل تاډیرمبارک ماشوم راوستی څه وخت چی خپلو کورونوته ستنیدوزماهغه کمزوری خره دټولی قافلی څخه وړاندی روانه وه بنی سعدکی شنه واښه نه وو خوزماپسونه اومیږی به دمحمد په برکت مړی راستنیدی حلیمه وایی محمد ډیرپه چټکتیالویده ددوه کلونوپه پوره کیدلومی خپلی موآمنی ته راوست خوزړه می پری نه کیده دغه وخت په مکه کی طاعون ووپه همدی بهانه می بیا ددوه کلونولپاره بنی سعد ته بوته ",دنبی کریم صلی الله علیه وسلم زیږیدنه
3248,,"
٢٧ وری ١٣٨٤ جلالزی کابل
دروان کال دډسمبرپه یویشتمه به له افغانستان څخه د ترکمنستان داوبلن گازدنل لیکي غزولو عملي کارپیل شي .
دافغانستان دمعادن اوصنایع د وزیر میرمحدصدیق په وینا داپروژه به چي له ١٩٩١ نونس سوه یونویم کال راپدیخوا خبري ورباندي کیږي لږ تر لږه په پنځوکلونوکي بشپړ او په سلوکي سل فعاله شي .دترکمنستان، افغانستان اوپاکستان ترمنځ داوبلن گازدا نل لیکه ١٦٨٠ یوزرو شپږ سوه اتیا کیلومتره اوږده ده .دچارواکوپه وینا دنل لیکي اوه سوه پنځه دیرش کیلومتره به یې دهرات فراه او کندهار په خاوره کي د سهيلي پښتونخوا مرکز کويټي ته تيريږي .په همدی اړه ځو ورځي مخکي دافغانستان دمعادن اوصنایع وزیرد پاکستان په پلازمینه اسلام ابادکی د( تاپ ) ياني ترکمنستان ،افغانستان او پاکستان ) په غونډۀ کي ګډؤن وکړ .ده کابل ته له راستنیدو وروسته وویل له پاکستاني اوترکمن سیال لوري سره ترلیدو وروسته یې د افغانستان له لاري دنل لیکي دغزیدو او له دې لاری افغانستان ته دکابو دری نیم سوه ملیونه امریکایي ډالرو د مالیې ورکولوخبره پخه کړه .پدې پروژې باندي څه باندی درې زره افغان انجنیرانواوکارگرو ته کارورکول هم په پام کي نيول شوي .افغان لوری پاکستان اوترکمنستان ته په افغانستان کی دامنیت له پلوه بشپړ ډاډ ورکړي چي دوی کولای شي دلته خپل کارپیل کړی .خوددوی ترڅنگ به زرهاوو مزدورکارانو ته هم کارونه پیدا شي اونوري خبری به یې په دوبي کي د دریوغاړو ترمنځ لسمه غونډه سپیني کړي چي اتکل شوی روان دوبی به جوړه شي .
", ډسمبر پر ١ ٢ مه به دترکمستان ګاز د نلليکي کار پيل شي
3249,,"
جلالزی کابل _ ٢٧ وری ١٣٨٤
په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي ایتلافی ځواکونوعمومي قومندان جنرال ډیویډ بارنووایي په څو راتلونکومیاشتوکي به القاعده تروریستان اومشکوک طالبان د یولړ سترو بریدونوپه کولوسره خپل فعالیتونه چټک کړي .خو دایوازي د طالبانو ماتي اوکمزوري ښکاري چي غواړي دعامه ذهنیتونو او مطبوعاتوله لاري خپل شتوالی ثابت کړي .جنرال ډیویډ بارنو دافغانستان ددولت له خوا دملي پخلایني دپروگرام پلوي وکړه ډیویدبارنو وای داسي اسنادپه لاس کی شته چی ښيي تراوسه دطالبانودرهبرۍ غړوپه شمول گڼ شمیرلوړپوړي اوټیټ پوړي کسان له دې پروگرام سره یوځای شویدي .په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي کابواتلس زره امریکایي اوایتلافي ځواکونه فعالیت کوي .دافغانستان پاکستان ترمنځ دالقاعده دتروریستي شبکې فعالیت هغه مسله ده ددواړو غاړودولتونه یې په وړاندي مبارزه کوي .په افغانستان کي دامریکاترمشرۍ لاندي ایتلافي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډبارنو وایي تیره اونۍ یې دتاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره دتاجکستان اوافغانستان ترمنځ په گډه پوله په شته ستونزو لکه امنیتي مسایل اودمخدروموادو قاچاق خبري کړي .جنرال بارنو وویل راتلونکې اونۍ به په عین مسله دپاکستان له ولسمشر جنرال پرویزمشرف سره یاده کړی .
",دطالبانو او القاعده د سترو بريدونو وړاندوينه
3250,,"
٢٧ د وری ١٣٨٤
نن د ايران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د خپلې خوښې د ستنېدلو پروګرام په هغه هيواد کې د ثبت اوراجسټر د يولسو مرکزونو په پرانيستلو سره پېل شو.
د ايران د کورنيو چارو په وزارت کې د بهرنيو اتباعو د څانګې مشر احمد حسيني وای چې ايران ، افغانستان او د ملګرو ملتونودکډوالۍ څانګې موافقه کړی ده چې د ١٣٨٤ کال په اوږدو کې به تر شپږسوه زرو پورې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته واستول شي.
",د ايران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدلو پروګرام
3251,,"
٢٧ د وری ١٣٨٤ ",د کندهار په ښار کې دوه ورځنې سيمينار پېل شو
3252,,"
مينه
دا چې دزړې اراکوزې او نوي وياړمن کندهار په مورنۍ غيږه کې مو د افغاني فرهنګ ددوو وتليو څېرو، ښاغلي پسرلي او ښاغلي صميم يادغونډې جوړې کړي له خوښۍ څخه دپرديسۍ په جامو کې نه ځاييږم٠
لوی خدای ""ج"" دې دوی ژوندي او دوطن هر زلمی پسرلی او صميم کړي٠
که دزدکړې په متره د وران خوګران افغانستان دچوپړ دهيلو ډيوه ګۍ راسره نه وای له ستاسو ملګر يو او داسې مجلسونو څخه دلرېتابه تيارو به دژوند دوهۍ راسړه کړې وای٠
که سلا م مې در ورسيده، نو په والېک يې ما هم ونازوئ ٠
پلرني کندهار
او تاسو ته يو ځل بيا مينه او نيکمرغي!
ستاسو لېوال
مر يلند پوهنتون - امريکه ",زما د ګراني پښتو خواخوږو وروڼو !
3253,غفور لېوال - امريکا,"
پوښتنه :
""ايا دومره لويه بښنه هم شته ، چې جګړه ما ران هم وبښي ؟""
نه پوهيږم
دنيا يو بل توپان په سر اخيستې
بيادديوانوپه سرونو کې چينجي ښورېږي
اوبشر يت په خپله سپينه ټنډه ﻻهم دجګړې داغ لري
دانسانيت دپيدايښت له ورځې
زموږ تار يخ د دوو سترو ګناهونو په دوزخ کې سوځي
يو ""غلامي"" او بل ""جګړه "" او وژل
خدای ""ج"" دانسان د بدمرغيو توق ددغو شيطانانو پهﻻسو کې ايښی
د ""غلامۍ"" شيطان دعدل بوړبوکۍ کې مړ شو
خو "" جګړه ""
_اخ خدای ""ج"" دې پرې مور بوره کړي _
ﻻهم دستر بابا ادم داوﻻدې شرم دی
دنيا يو بل توپان په سر اخيستې
قيامت به راشي خو حيران يم چې زموږ غاړې به
دجګړه مارو تر ګناه ﻻندې کږې تر خدايه څنګه ورځي ؟!!
١٣٨٤وری٢٦
مريلند پوهنتون
امر يکه ",... چي جګړه ماران وبخښي ؟
3254,استاد قریب الرحمن سعید (ناروې),"
استاد قریب الرحمن سعید (ناروې) ٢٨ وری ١٣٨٤
اوسلو پوهنتون د ټولنيز اقتصاد عالي انستيتوت
دویمه برخه
د هیواد د محصولاتو نوی قانون
د محصولاتو قانون چي په غربي نړۍ کي د ټیکس په نوم یا دیږي د یوه هیواد د اقتصادد ژوندي ساتلو او د هغه هیواد د اقتصادي پر مختګ له پاره بنسټیز حیثیت لري . هیڅ هیواد د محصول او ټیکس اخستلو پرته په خپلو پښو نه شي دریدلای ، ان تر دې چي د هیوادونو کلنۍ بو دیجې او د هیوادوالو له پاره د اړینو اړیتاو د پوره کولو له پاره دولتونه د همدې محصولاتو د په نظر کي نیولو په اساس قدم پورته کوي .
دغه محصولات په هر هیواد کي د هغه هیواد د کورنيو تو لیداتو او بهرني تجارت پوري اړوند وي که چیري د یوه هیواد کورني تولیدات ډیرښت مومي نو د هغه هیواد صادراتي توکي بهرنیو هیوادو ته کال په کال زیا تیږي او تر څنګ یې په خپله په هیواد کي پانګه ډیرښت مومي او د پانګي ډیر ښت په تو لیداتو باندي نور هم ښه اغیز کوي او په دې تر تیب دولت هم پر تولیداتو باندي ولاړ داسي اندزه محصول لګوي چي د هغې د کورنيو تولیداتو په صادراتو باندي کوم ځانګړی اغیز و نکړي او ددې هیوا د تولیدات په نړيوالو مارکیټونو کي در قابت او سیالۍ نه و نه غورزوي . همدا راز دولتونه د صادراتو تر څنګ وارداتو ته هم اړتیا لري چي د خپلو هیوادوالو د ورځنیو اړتیاو د پوره کولو په خاطر هغه مواد چي په هیواد کي نه تولیدیږي او یا لږ تو لیدیږي د بهر څخه را واردکړي خو په دغه ډول وارداتو باندي درې ډوله محصول لګیدای شي .
لمړی هغه شیان چي د هیوادوالو د ورځینیو اړتیاو له پاره واردیږي او په خپل هیواد کي یې تولید یا خو بلکل نه وي او یا داچي کورني تولیدات د خلکو ورځیني اړتیاوي نه پوره کوي نو د هیواد د کونیو تو لیداتو د ارزښت د په نظر کی نیولو په اساس دومره محصول په بهرنيو وارد شوو توکو کیښول شي چيي نه خو خپل داخلي تو لیدات دهغې توکو تر اغیز لاندي راوړي او نه خلک د یوه مشروع متبادل تو لید څخه بې برخي کړل شی .
که چیری کورني تولیدات د هغه هیواد د خلکو د اړتیاو د پوره کولو له پاره بسنه کوي نو بیا دولت مکلف دی چي د پروټیکشنیزم یا خو ندي ساتلو د پالیسۍ څخه کار واخلي او دداسي بهرنیو توکو د را واردیدو په وخت کي دومره محصول و لګوي چي کورني تو لیدات یې د اغیز څخه پاک پا ته شي یعنی د هماغه جنس قیمت چي د بهر نه را واردیږي د کورني تولید د جنس په مقابل کي باید پورته وي خو د رقابت مسله هم باید د تولیدونکو کارځایو او بهرنيو تولیداتو تر منځ هم په نظر کي و نیول شی . که چیري کورني تو لیدات د کیفیت او کمیت له اړخه د بیروني تو لیداتو رقابت و کولای شي نو په هغه صورت کي به عام ولس د بهرنيو تولیداتو په پر تله کورني تولیداتو ته تر جیح ورکوي او صنعت به وده مومي . او د صنعت د ودي سره یو ځای دولت ته د محصولاتو یو ځانګړی رقم په لاس ورځي چي د عام ولس په رفاهی کارونو کي ترې کار اخستلای شي .
دویم ډول هغه بهرني تولیدات دي چي اصلاً د عام ولس د ګټو سره یا خو بلکل سرو کار نلري او که ویې لري هم نو ډیر کم به وي چي په دې ډله کي زیات شمیر شیان شامل کیدای شي . د نمونې په تو ګه د لو کسو موټرو ، ویډیو او تلو یزونو نو ، د ښځو د سنګار وسایل ، سګرت او د څکلو اړوند ه هر ډول مشروبات او .........
په ځینو غربي هیوادونو کي او ان تر دې چي زمونږ په ګاونډي هیواد پا کستا ن کي هم د لو کسو موټرو په واردولو باندي ډیر زیات محصول دولت تر لاسه کوي . دغه محصول په ځینو غربي هیوادونو کي دری سوه او پنځّه سوه په سلو پوري رسیږي همدا رازد سګرټو محصول هم په ځینو غربي هیوادونو کي لکه نارو ې نژدې سل په سلو کی اخستل کیږي تر څنګ یې د بهر څخه د وارد شوو مشرو باتو محصول هم په سلو کي ددوه سوو څخه نیولې تر لوړه کچي پوري رسیږي .
خو بر عکس هغه څه چي د ولس ورځینۍ اړتیاوي پوره کوي او هغه د خپل هیوا دد تو لیداتو په واسطه نه شي پوره کولای نو بیا یې د ازاد مارکیټ د رقابت له لاري په کم قیمت خلکو ته ورسوي او په ځینو و ختو نو کي دولت په دې خاطر چي د انفلاسیو ن مخنیوی یې کړی وي د انحصاري پالیسۍ څخه کار اخلي او د ځینو وارداتي تو کو څخه که له یوه اړخه محصول اخلي خو له بله اړخه سبسیډي ورکوي او بیرته قیمتونه را غورزوي .
ددې تر څنګ دولتونه په لاسته راوړو پانګو [ اِنکم ] او معاش او یا جایدادونو باندي هم محصول لګوي خو دا هر څه تر خپلو پولوپوري را نغښتي وي . کم پانګوال وګړي د محصول څخه معاف دي خو په دې شرط چي حساب یې ددولت سره پا ک وي نور هرڅومره چي معاش ډیر ښت مومي په همغه اندازه ورسره محصول هم زیاتیږي او ان تردې چي د ډیر پورته معاش خاوندان د خپل معاش په سلو کی ۵۶ بیرته دولت ته د محصول تر نامه لاندي ورکووي . او دا کار دوی پخپله نه کوي بلکه د معاشونو ویش ټول د بانکي سیستم له لاري کیږي او بانکونه پخپله دغه حساب کتاب تصفیه کوي او هر چاته د هغه حق د هغه بانک اکاونټ نمبر ته ورلیږي . او په همدې تر تیب په ذ اتي جایدادونو او ملکیتو باندي چي د خپلو اړتیاو څخه یې زیات وي باید ځانګړی محصول هر کال دولت ته تحویل کړي او دغه کار زمونږ په ګاونډي هیوا دکي هم صورت نیسي ، هلته هر څوک چي د پنځه مرلو څخه زیاته ودانۍ ولري باید دولت ته محصول ورکړي.
نو که دا مقدمه را لنډه کړو او د خپل هیواد محصولاتي نوی نظام ته نظر و کړو نه په ډاګه ده دولت حق لري محصول وضع کړي او د خپلي بود جې کمښت د محصول له لاري تا مین کړي . همدا اوس چي دولت کومه بود جه د ماليي د وزارت لخوا اعلان شوې نو نژدې ۶۵۰ میلیونه ډالرو څخه یوا ځي درې سوه میلیونه ډالر ددولت د سرحدي محصولاتو څخه پوره کیږي او پا ته یې د امریکا او نوري نړۍ په اقتصادي کومکونو پوري اړونده شوې . که څه هم په دې هکله به مخکینۍ وعدې مو جودي وې خو تر څو به هیواد په نور و باندي تکیه کوي او د ماليي د وزیر لاس به نورو هیوادو ته د بسپنی په خاطر و رغزیدلی وي. خو محصول باید څنګه او په څه ډول واخستل شي . ځکه چي هیواد د یوه ستر ۲۵ کلن اړو دوړ څخه نوی نوی راوتلی او دغه اړو دوړ لا تر اوسه پوري په یوه شکل نه یوه شکل باندي جر یان لري . د طبیعي افاتو ، بارانو زلزلو او وچ کالیو تر څنګ رقیب ګرو پونه هم نه پر یږدي نظا م پر خپلو پخښو و دریږي . ځیني و لایتونه لا خو تر اوسه پوري د پر مختګ هسي خیال هم نه شيکولای . د نظا م مخا لفین په سنګر کي دي او هر وخت یې چي تر لاسه کیږي نو سړ ک په تیږ و ولي . ګاونډیان هم له بده مر غه د دوه مخۍ نه کار اخلي [ غل ته وای چی ورځه پر ي او کو ربه ته وایی چی کور دی ساته ]. نو که چیری سیاست ته ولاړ نه شم او همدغه موضو ع را وسپړم نو باید دا په ډاګه کړم چي .
دولت باید کورني تو لیداتو ته د ودي او نمو زمینه برابره کړي، افغاني او بیروني پانګه وال دې ته و ګماري چي په افغانستان کي پانګه وا چوي . تر څنګ یې کورني تو لیدات تر یوې مودي پوري د ټیکس او محصول څخه خوندي و ساتي او د کورنيو تو لیداتو د خو ندي سا تلو او د هغو د نمو په خاطر د هغو په رقیبو بیروني تو لیداتو باندي لوړ محصو و لګو ي . همدا راز د کورنیو تو لیداتو د نور هم ډیر ښت په خاطر تکنو لژي او تخنیکي الات را وارد کړي دغه وسا یل دې تر یوه وخته پوري د هر ډول ټیکس او محصول څخه پا ک وي د فابریکو د جو ړونکو له پاره دي ځانګړي صنعتی پارکونه تر تیب شي او په هغوکي د کار وړ خلک و ګمار ل شي .
ددې تر څنګ با ید د افغانۍ په ازښت باندي له سره نظر و کړل شي د افغانۍ دغه اوسنی ارزښت ډیر لوړ دی او ددې د لوړتیا په اساس د هیواد کورنی صنعت دو دي او نمو څخه لو یږي . د بله اړخه څرنګه چي د افغانۍ ارزښت د افغانستا ن بانک لخوا ټا کل کیږي نو په دې اساس مرکزي بانک باید هره میاشت په میلینو ډالر بازار ته عر ضه کړي تر څو د افغانیو د تورم څخه مخنیوی و شي او ارزښت یې پر خپل ځای پا ته شي . دا کار که څه هم د مهمو اقتصادي پا لیسیو څخه ګڼل کیږي خو د افغانستان په څیر نوی را ټو کیدلی صنعت او اقتصاد له پاره ډیر زیانمن ثٍا بیتیږي. ددې د زیان څو عوامل دي .
لمړی ، دا چي هر ه میاشت په میلینو ډالر یوازي د افغانۍ د ارزښت د ثابت پاته کیدو له پاره بازار ته عر ضه کول پخپله په و ټیزه تو ګه زیانمن کار دی که حساب و کړل شي نو د افغانستان بانک هغه احصایه چي په دې تیرو څلورو کا لو کي یې د افغانۍ د ارزښت له پاره مصرف کړې په سلونو میلیونو ډا لرو ته رسیږي او ددې سرمایې په وا سطه دولت کو لای شو چي یا په رفاهی کارونو کي ترې ګټه پورته کړي او یا دا چي د صنعت او کورنيو تو لیداتو د ډیرښت له پاره ترې کار واخلي .
دویم داچي د کرنسۍ د ارزښت د ثا بت پاته کیدو توان هیڅ یو دولت هم نلري دنمو نې په تو ګه د امریکا ډالر ووینئ . امریکایانو د خپل صنعت د ودي له پاره د ډالر ارزښت را کم کړ تر څو تو لیدات یې په بهرنيو مارکیټونو کي رقابت و کولای شي ان تر دې چي د ډالر ارزښت دومره را پر یوت چي نژدې و د بهر نۍ نړۍ باور د لاسه ورکړي او ځای یې ایرو [ د اروپایي هیوادونو ګډه کرنسي ] و نیسي خو امریکایي اقتصاد پو هانو د ډالر ارزښت د ډالر د اخستو او بیرته پلورلو په واسطه ترسره نکړ . امریکا په دې هکله ګټه هم و کړه او تاوان هم . ګټه یې دواه چي خپل کورني تو لیدا ت یې د کم ډالر په واسطه ټولي نړی ته په ارزانه قیمت ور ورسول او په مقابل کي یې د واراتو قیمتونه پورته یو ړل په دې اساس امریکا یان مجبور شو چي د بهر نیو مصنو عاتو پر ځای خپلو کو رنیو مصنو عاتو ته تو جه و کړي. ددغه عمل په واسطه د یوې احصا یې له مخی د امریکا په داخلي تو لیداتو کي در ې په سلو کي ډیر ښت را غی . دغه ډیر ښت ددې سبب و ګرځید چي ډیر خلک کارونه پیدا کړي ، او بې کاري را کمه کړل شي . تاوان یې په دې وکړ چي بهرنۍ نړۍ او په ځانګړې تو ګه د تیلو تو لیدونکو هیوادونو ډ الر د اخستلو پر ځای د ایرو اخستل پیل کړل او په د ې تر تیب د ډالر تورم زیات شو او دولت مجبور شو چي ربحه زیاته کړي تر څو ډالر بیر ته د استحکام لوري ته ولاړشي .
او س که د نوري نړۍ پر ځای خپل ګاونډیو هیوادو ته لکه پاکستان او ایران نظر وا چوو نوګورو چي دغه دواړه هیوادونه په چټکه توګه پر مخ روان دي د پاکستان کلني تو لیدات نژدې ۶ په سلو کي زیا تیږي او اقتصاديې غو ړیږي . ایران که څه هم د تیلو تو لیدونکی هیواد دی خو په صنعتي تو ګه هم نن په نړۍکي د سیالانو سیال دی او د افغانستان صنعت او اقتصاد که مونږ و غواړو او که نه، د همدې دواړو هیوادونو د مستقیم اغیز لاندي دی . نو په داسي حال کي چي یو شمیر افغانان به پدې خو ښ وي چي افغانۍ د کلداري او یا تومن په مقابل کی پورته د ه خو په اقتصادي لحاظ دا د هغوی د صنعت د پر مختګ او د زمونږ د خپل صنعت د سقوط له پاره بهتر ینه ذ ریعه ده . د هغې علت دادی چي د کلداري او تومن قیمت په بین المللی مارکیټ کي د هغوی د صنعتي او اقتصادي ودي په اساس ټا کل کیږي د هغوی صنعتي مواد چي افغانستان ته واردیږي نو د افغانۍ د لوړ قیمت په اساس دافغانستان دداخلي صنعت په مقابل کي ارزانه تما میږي او خلک هم هڅه کوي چي هم ارزانه او ښه څیز تر لاسه کړي همدا راز د تومن خبره هم ده ،زما په یا د دي چي یو وخت په افغانستان کي د اورلګيت ( ګو ګردو) تو لیدات پیل شول کله چي پا کستان و لیده چي په افغا نستان کي اورلګيت تو لیدیږي نو د خپلو اورلګيتونو محصول یې ختم کړ او قیمت یې نیما یي ته را و غورزاوه عام ولس چه په بازار کي پا کستانی ارزانه اورلګيت کتل نو د خپلو تو لیداتو پر ځای یې هغه بهرني تولیدات را نیول . دولت هم د تحفظ یا خوندی توب پالیسي نه شوه کارولای ځکه چي د قبا یلي سیمو ټولي لاري د قاچا قبرانو پر مخ خلاصي وې اود ګلبهار د نساجي فا بریکه هم د همداسي برخه لیک سره مخ شوه چي د پا کستاني او ایراني تو لیداتو د ا غیز مقابله یې و نه شوه کو لای.. نو په داسي حال کي چي افغانۍ هیڅ ډول ځواکمن صنعت تر شا و نلري ، ارزښت یې دومره لوړ سا تل د افغانستان د کو رنیو تو لیداتو له پاره ډیر بد اغیز لري په دې اساس په دې لړ کي با ید د نورو لارو نه ګټه پورته کړل شي . د کرنسۍ ا رزښت د سا تلو له پاره نوري لاري هم شته چي کیدای شي هم د میلیونو ډالرو د بې ځایه لګښتونو څخه صرف نظر و کړل شي او هم افغا نۍ په طبیعی تو ګه خپل ارزښت را پورته کړي
که ددې څیړنی څخه تیر شو او بیرته د محصو لاتو د قانون په لو ر را شو نو زه د غه څو شیان و ړاندی کوم.
دولت باید.
_ د محصولاتو ټول کا ر ځایونه که په سر حداتو کي وي او که په دا خل کی نیغ په نیغه د مالیی د وزارت تر کنترول لاندي راوړي او د ولایاتو اجاره داري پر ې و رختمه کړل شي
_ د کورنیو تو لیداتو په هکله دي د خو ندي پاته کیدو یا پروټیکشنیزم پالیسي خپله کړي او په بهرنیو داسي تو لیداتو چي هغه د مملکت کورني تو لیدات تر اغیز لاندي راوړي څو برابره محصول و لګول شي تر څو کورني مصنو عات و ده و مو مي
_ د افغانۍ د قیمت او ارزښت په هکله دي له سره نظر و کړل شي
_ د ور ځنیو اړتیاو وړ مواد دي که په خپله هیواد کي نه تو لیدیږي په ډیر کم محصول وارد کړي تر څو عام و لس ته د ګټی او رفاه سبب و ګرزي .
_ په مو ټرو او هر ډول لو کسو وسا یلو چي د عام ولس د ښیګڼی سبب نه ګر ځی دروند محصول و لګول شي او دغه سکتور دي تر یوه وخته پور همداسي دروند پا ته شي .
_ دغه پالیسي دي ددیپلو ماتانو پرته په ټو لو نا دولتي مو سسو هم عملي کړل شي او د هغوی ټول وسا یل دي د همداسي دروند محصول لاندي را وستل شي .
_ پانګه دي په عا دلانه تو ګه د یوه مرکزي سیستم لاندي د خلکو د تعلیمي او کاري وړتیا او استعداد په اندازه وویشل شي .
_ که څه هم د الکولي مشرو باتو راوړل د افغانستان په څیر اسلامی هیواد ته حرام دي خو که دیپلو ماتان یا بهرني عسکر و له پاره را واردیږي نو ددروند محصول لاندي دي را وړل شي
_ په سګرټو اود ښځو د سینګار او نورو غیری اړوندو شیانو دي دروند محصول و لګول شي
_ دمالیی د وزارت تر سر پرستۍ لاندي دي د پوه کارکونکو داسي اداره جوړه کړل شي چي د ورځنیو اړتیاو ټول قیمتونه کنترول اود عام ولس درفاه له پاره د اسانتیاو د برابرولو درنده دنده په غاړه و لري.
ددې ليکني د لومړۍ برخي لوستلو لپاره داځای کښېکاږئ
",د هیوادد اقتصادي څرنګوالي په هکله یوه لنډه شننه ( دوهمه برخه )
3255,,"
کابل ٢٧ وری
په راتلونکو څلورومیاشتوکي به دکابل ښار دنارینه و د توقیف ځايونو د کوټو، دابو او بریښناسیستم او دڅارني برجونه له سره جوړشي .
اوټول ټال یوسلوڅلوراتیازره امریکایي ډالره به ورباندي ولگول شي .
له بلي خوا په افغانستان کي دزندانونودحالت دښه کولودنړیوالوهڅو په پایله کي دچهارشنبې په ورځ په کابل کي دڅرخي پله دزندان دبیارغوني کارهم پیل شو.
دکابل دڅرخي پل زندان بنسټ دمحمدظاهرشاه په دوره کي ایښودل سوی او په د یارلس سوه شپږ پنځوسم لمریزکال کي پرانستل شو، په افغانستان کي دجگړې اوږده کلونه ډیر افغانان پکښي ترې تم شول چي اوس ددې زندان هر هډ ،گوډ بیارغوني ته اړتیا لري .
دملگروملتونو دسازمان په چوکاټ کي دنشيي موادواوجرمونودمخنیوي اداره یا اين او ډي سي به په دې کار لس ملیونه امریکایي ډالره ولگوي چي شپږ ملیونه یې دایټالیاددولت له خواورکول کیږي .
ددې ادارې دراپورله مخي دڅرخي پله دبیا رغوني کاربه په راتلونکو دوو میاشتوکي بشپړشي .
اودبیارغوني دالړۍ به دولایاتوزندانونوته هم وغزول شي .
یو،ان ،او ،دي ،سي په پام کي لري چي په څرخي پله کي دبندیانولپاره د بدني روزني اوسپورټ ځایونه ،حمامونه او له کورنیوسره دلیدوکتوجلا جلا خوني جوړي کړي .
دڅرخي پله دزندان دبیارغوني لپاره دایټالیادولت کابو یوسل اونوي زره امریکایي ډالره مرسته کړې چي اویازره یې د زندان دلومړي بلاک اوپاتي به یې ددوهم بلاک په رغولو ولگیږي .
له نشي موادواوجرایموسره دملگروملتونو دا ادره په افغانستان کي له دیارلس دواتیایم کال راپه دې خوا فعالیت کوي .
دوی د زندانونو دحالت د انساني کولو لپاره د زندانونو داداروکار کو نکو ته له بندیانو سره د نړیو الو معیارونو له مخي اخلاقي چلند هم ورزده کوي .
دبگرام اوکندهار په دوسترو زندانونو چي دایتلاف دځواکونو په واک اود څرخي پله له محبس سره په افغانستان کي اته واړه غټ زندانونه موجود دي .
خوپدې سربیره د سمیزو قومندانانو او زور واکو ترلاس لاندي د لس هاو زندانونو دشتون خبره هم اټکل کیږي .
دملگروملتونوبیلابیلي ادارې چي دبشري حقونودخوندي کیدو لپاره کارکوي بیا بیا په افغاني زندانونو کي دبندیانو له خراب حالت څخه اندېښنه څرگندوي او د ورتگ او جاج اخیستني غوښتني یې کوي .
په افغاني توقیف ځایونوکي دبندیانو ناوړه حالت د هغوی وهل کوټل کیدل اوږدې مودې او غیرقانوني ډول په بندکي ساتل کیدل ، دخوراک اوڅښاک ناوړه حالت د روغتیایي اسانتیاوونه شتون او په ځیني برخو کي په هغوی باندي جنسي تیری هغه څه دي چي دبشري حقونو څارډلي یې له نړیوالو نورمونو څخه سر غړونه بولي .
",د کابل زندانونو دبرېښنا او اوبوچاري له سره جوړيږي
3256,غفور لېوال -واشنګتن دي سي,"
غزل
جانانه څوک چيرې هم داسې ناروا نه کوي
چې زړه کې ناست وي خو پروا دزړه واﻻ نه کوي
دومره ډير فرق دی ستادسترګو اودخلکو ترمنځ
خبرې ټول کوي خو هېڅوک يې ادا نه کوي
چې ته راونه ګورې روح به مې ځان څه وويني
چې تصوير نه وي ائينه چا ته خندا نه کوي
اخر به زموږ زړونه دخدایج حسن په خوب وويني
دغه مين ماشومان هېڅکله ګناه نه کوي
وايي مرګ سخت دی روح له تنه جدا کيږي
مادوطن بيلتون ليدلی هېڅ پروا نه کوي
٢٨وری١٣٨٤
",مادوطن بيلتون ليدلی . . .
3257,صالح محمد صالح,"
د استاد محمد صديق پسرلي او استاد محمد اصف صميم په وياړ څېړنغونډي
د بېنواځانګړی ګزارش + کندهار
د جمعې په ورځ مېلمانه له کابل څخه راروان وو، چې بايد هرکلى يې شوى واى. د کندهار ليکوالان د مېلمنو د درناوي او مېلمه پالنې له مخې له کندهار څخه ډېر ليرې د اخوند صاحب زيارت ته نژدې د مېلمنو مخې ته وتلي وو، د مېلمنو په غاړو کې يې ګلونه واچول بيا په ګډه د يوه لوى کاروان په څېر، چې د پوليسو يو موټر ورته لار پرانيستله، د کندهار پر لوري روان شول. ماښام رانژدې شوى و، چې کاروان کندهار ته ورسېد، لومړى د کندهار پوهنتون سيمې ته لاړل، د علامه رشاد بابا قبر ته راکښته شول او هلته يې د هغه اروا ته دعا وکړه. د ماښام لمونځ يې هم هورې وکړ. بيا دا ټول مېلمانه ميوند هوټل ته بوتلل شول، چې شمېر يې تر ١٢٠ رسېده.
پر سبا يې چې د شنبې ورځ وه، مېلمنو د سهار له اتو بجو څخه تاريخي ځايونه لکه: خرقه مبارکه، د احمدشاه بابا زيارت، د ميرويس نيکه زيارت، بابا صاحب او داسې نور ځايونه وليدل. چې د غرمې تر ډوډۍ وروسته غونډه د کندهار د نوي ښار (خوشبخت سالون کې) پر ٣ بجو او ٢٠ دقيقود قاري رحماني په تلاوت سره پيل شوه، چې ويندويان يې صالح محمد صالح او عزت الله پېژاند وو، دلته د ګډونوالو شمېر د ٢٠٠ په شا و خوا کې و.
غونډه په دې الفاظو سره پيل شوه:
’نن کندهار وياړي چې په خپله پرتمينه او وياړمنه غېږ کې د يوه داسې شخصيت لمانځنه کوي، چې د معاصر ادب په غزليزه شاعرۍ کې سرلارى دى. داسې يو شاعر چې نوم به يې د پښتو ادبياتو په تاريخ کې د تل لپاره يادېږي.
کندهار نن د يوې داسې درنې څېرې لمانځنه کوي، چې زيات خلک يې ادبپاله کورنۍ، د ستر خوشال بابا له کاله سره تشبېه کوي.
او بيا هم کندهار نن د يوه درانه استاد، د استادانو استاد، زموږ د درانه او برکتناک استاد، محمد صديق پسرلي لمانځنه کوي. دا دى په ژوندوني يې لمانځي او د خوشال بابا دا ګيله هم ختموي چې ويلي يې وو:
’پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم‘.
په دې هيله چې نن مو د لرغوني کندهار د ځينو تاريخي ځايونو له ليدنې خوند اخيستى او د خپلو ملي مشرانو د انساني عظمت او برم ننداره مو له نژدې څخه کړې وي، نننۍ څېړنغونډه پيلوو‘.
مشر - پوهاند سيال کاکړ او مشران مېلمانه: اصف صميم، عارف غروال او حبيب الله رفېع وټاکل شول، چې دوى د دريځ مخې ته راغلل او پر خپلو ځانګړو څوکيو کښېناستل.
په کندهار کې د ايينې فرهنګي دفتر مشر غوث الدين فروتن ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه. وروسته د کندهار ولايت والي ښاغلي ګل اغا شېرزي د کرزي پيغام ولوست او خپله وينا يې واوروله. بيا يې د تالار د ټولو لګښتونو لپاره سينه وډبوله چې دى به يې ورکوي. تر دې وروسته يې استاد صميم او استاد پسرلي ته چپنې ورکړې. بيا د ګل زمان په ږغ کې ملي ترانه وويل شوه چې ټول برخوال يې په درناوي له ځايونو اوچت شول.
د ولايت په استازيتوب ډاکټر همايون خبرې وکړې، وروسته عبدالحميد ترابي د علامه رشادبابا بهير- کندهار څانګې پيغام ولوست.
استاد رفېع د پسرلي صاحب پر شاعرۍ ليکنه ولوسته. وروسته يوه جاپاني شخص تاکورو فوجي په پښتو خبرې وکړې، د پښتو ژبې ستاينه يې وکړه او ويې ويل چې له پښتو سره ځانګړې مينه لري، چې په جاپان کې يې دا ژبه زده کړې ده او اوس چې په کندهار کې دنده ترسره کوي، نو په پوره توګه کولاى شي چې په پښتو خبرې وکړي او د خلکو په پښتو خبرو پوهېږي.
وروسته وار شاعرې او ليکوالې صفيې صديقي ته ورسېد، هغې هم په تفصيل سره خبرې وکړې. په کندهار کې يې د دې ډول غونډو پر اړتيا رڼا واچوله او دا کار يې وستايه. وروسته ډاکټر محمد اکبر اکبر خبرې وکړې، ځينې يادښتونه يې اخيستې وو چې د هغو له مخې يې خپله وينا واوروله.
بيا د څلوېښتو دقيقو لپاره د استاد ګل زمان له خوا د موسيقۍ برخه پرمخ بېول شوه، چې د غونډې مينه وال يې ډېر تازه کړل او ځوانانو ښه ډېر مست اتڼ هم ورسره وکړ.
دغې غونډې ته ګڼ پيغامونه هم رارسېدلي وو، چې يوازې يې يادونه وشوه او د وخت د کموالي له کبله ټول ونه لوستل شول. بيا د استاد محمد صديق پسرلي په نامه يوه جوړه شوې ويبپاڼه په رسمي توګه اعلان شوه، چې مينه والو دا کار ډېر وستايه. د ايينې دفتر د استاد محمد صديق پسرلي دوه کتابونه د لمر کجاوه او زهره چاپ کړي وو، چې هلته په غونډه کې د افغان قرطاسيه او کتابپلورنځي له خوا په جوړ شوي نندارتون کې پلورل کېدله.
بيا پير محمد کاروان د پسرلي صاحب پر شاعرۍ ليکنه ولوسته. تر هغه وروسته د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د خپل اژانس له خوا ډالۍ استاد صميم او استاد پسرلي ته وسپارله، چې په ده پسې د خوست او پکتيا د واليانو ډالۍ ګانې هم د عارف غروال له خوا استاد پسرلي او استاد صميم ته وسپارل شوې. ذبيح الله احساس د استاد پسرلي يو شعر په ترنم کې ووايه.
تر دې ترنم وروسته لطف الله مشعل د استاد پر شاعرۍ خپله ليکل شوې ليکنه ولوسته. دلته د مازيګر لمانځه ته وقفه راغله، چې برخوال د لمانځه لپاره ووتل او کله چې راستانه شول، نو ډاکټر پالوال خبرې وکړې او خپله ليکنه يې ولوستله. څرنګه چې مېلمانه او برخوال ډېر ستړي وو، له دې کبله غونډه وختي پايته ورسول شوه. خو تر هغه لومړى مشر مېلمه سيال کاکړ خبرې وکړې، چې د استاد د شخصيت ستاينه يې وکړه، تر ده وروسته استاد محمد اصف صميم او په خپله استاد محمد صديق پسرلي د غونډې په باب خبرې وکړې. د غونډې د پاى په شېبو کې د کندهار نندارې له خوا يوه ننداره هم وړاندې شوه، چې برخوال يې ډېر وخندول.
غونډه د شپې ٩ بجې پايته ورسېده. چې په همدې سالون کې تر ډوډۍ خوړلو وروسته مېلمانه شپه غالي (ليليې) ته انتقال شول.
د ميلمنو د ښه راغلاست لپاره پر سړکونو ځيني شعارونه
د کندهار فرهنګپال ځوانان ومېلمنو ته د ښه راغلاست په موخه مخي ته وروتلي وه
مېلمانه کندهار ښار ته د رارسېدو وروسته
استاد محمد صديق پسرلي ته ښه راغلاست وايي
د مېلمنو څخه استاد حبيب الله رفيع
د علامه رشاد بابا پر مزار راټول شوي افغان فرهنګپال
راغلي مېلمانه لومړی د علامه بابا مزار ته د زيارت لپاره لاړل
راغلي مېلمانه د علامه رشادبابا ارواح ته دعا ليږي
استاد محمد اصف صميم او استاد محمد صديق پسرلی په کندهار کي د خبريالانو سره
راغلي مېلمانه د علامه بابا د زيارت څخه د ستنېدو په حال کښي
استاد محمد اصف صميم د استاد محمدصديق پسرلی پر شخصيت ړنا اچوي
پوهاند سيال کاکړ او استاد محمد صديق پسرلی
استاد محمد صديق پسرلی او محمد عارف غروال ",د استاد محمد صديق پسرلي او استاد محمد اصف صميم په وياړ څېړنغونډه
3258,,"
٢٨ د وری ١٣٨٤
د افغانستان په کندهار ښار کې د امريکايې پوځيانو له اډې بهر د تيلو پنځه ټانکرونه د يو بم په چاودنه کې سوزيدلي او له منځه تللي دي.
درې تنه چلونکي چې ويل کيږي دګاونډي هيواد پاکستان دي په دغه پېښه کې ټپيان شوي دي.
افغان پوځي چارواکي واي چې دا برېد شکمنو طالبانو تر سره کړی دی. ",په کندهار کې د تېلو پنځه ټانکرې په بم کې والوتلې
3259,,"
٢٨ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د روغتيا وزارت د راتلونکي سې شنبې په ورځ د ايوډېن لرونکي مالګې د کارولو لپاره پراخ هڅونکې کمپاين پيلوي.
د همدې وزارت د چارواکو په وينا په افغانستان کې په سلو کې تر پنځلسو لږ ي کورنۍ له ايوډېن لرونکي مالګې څخه کار اخلي.
د دوې په وينا د ايوډېن نشتوالې په افغانستان کې د ماشومانو بېلا بېلې ناروغۍ لکه جاغور، زهني کمزورتيا او نيمګړې جسمي وده له ځان سره لري. ",په افغانستان کې د ايوډېن لرونکي مالګې د استعمال هڅونه
3260,,"
٢٩ وری ١٣٨٤ لمريز - کندهار
نن سهار پر شپږبجي په سهيلي حوزه کي دطالبانوراډيوپه نشراتوپيل وکړ
طالبان ادعاکوي چي دوي نن داپريل پر ١٨ سيمه يزه راډيويي خپروني پيل کړي دي .""
دطالب وياند لطيف حکمي دبينواويبپاڼي خبريال ته له نامعلوم حآي نه دتليغون پر کرښه وويل ."" دغه راډيو چي پر د١٠٠ ميګاهرز ددايف ،ايم کي کارکوي په څلورولايتونو روزګان زابل،کندهار اوهلمند کي يي اوريدونکي اوريدلي شي .""
دده په وينا په دي کي به ترانې دملامحمدعمروينا وي اوديني لارښوني خپريږي .""
نوموړي راډيو به دسهار پر ٦ بجوپيل اوپر٧ بجي به يې خپروني پای ته رسيږي اوهم به ماښام يوساعت له شپږوترواووبجوخپروني کوي
",طالبانو د FM پر څپو راډيووي خپروني پيل کړې
3261,عبدالهادي - ریشاء,"
څلورېزه
سپینه پاکه مامدي به سره وایـــــــــــــو
که پر سټېج یو مخامخ او که تر شا یو
همېشه باید د زړه خبر پر خولـــــــه وي
که دخلګو خدمتګاره په ریشتیـــــــا یو
بېګانه ګان
رنګونه بېکانه دي نیرنګونه بېګانــــــــــــــــــــه دي
چي نه سره پوهیږو خو فکرونه بېګانـــــــــــــــــه دي
سړي مو خپل سړي دي خو مغزونه یې پردي دي
چي هر ځای وي جنګونه پلانونه بېګانــــــــــــه دی
څوک تللي بل وطن ته څوک راغلي بل وطـــــــن ته
وهر چا ته دبل چا وطنونه بېګانـــــــــــــــــــــــــــه دي
روان یم د بازار په ګڼه ګوڼه کي تېرېـــــــــــــــــــــــږم
ترافیک خپل وطندار دئ خو لاسونه بېګانه دي
رڼا نسته تیاره ده دتیارې سړی مــــــــــــــعلوم دئ
دشپې چوربتۍ وال دئ سهار پلونه بېـــګانه دي
دخلګو امنیت لره ملي اوردو جــــــــــــــــــــوړېږي
فوجونه میدانونه پروازونه بېګانـــــــــــــــــــــه دي
بازۍ یې د شطرنج پر دې بساط سره اوډلــــــــــې
چالونه بېګانه حرکتونه بېګانـــــــــــــــــــــــــــــه دي
مجلس ته چي ورځم توري پر دې باندې ځړیــږي
خبري نه بیلیږي آوازونه بېګانــــــــــــــــــــــــــــــــــه دي
اکثرو میخانو کي مي نوشان شناخته خیلان وي
ساقيا نې بېګانه دي ګیلاسونه بېـــــــــــــګانه دي
داټول بېګانه توب د دېواله وشاته کیــــــــــــــــــږي
مخ تګ ته لاره نسته دېووالونه بېګانــــــــــــــه دي
په دونه کمواکي کي ریشاء څرنګه خپل ســر سي
چي واک د چا د بل سي ټول کارونه بېګانـــــه دي
کراچي
",فوجونه میدانونه پروازونه بېګانــــــه دي
3262,هلال ياسيني,"
هلال ياسيني
syasini@hotmail.com
د ملي شاعر رحمت شاه سائل شعر دی:سائله جوړ زمونږ خوبونه خپل خوبونه نه وچې تل يې اپوټه اپوټه خېژي تعبيرونه
ای وي ټي خيبر چې جوړ شو نو ټول افغانان خوښ و چې له خيره د مظلومو افغانانو ممبر هم پيدا شو او اوس به كه خير وي نړۍ ته د پښتون اواز ورسېږي. او كه نور هيڅ نه وي نو زمونږ پښتون ولس ته خو به په خپله ژبه څوك سم معلومات وړاندي كړي. دا خوبونه ډېر د نوموړي چينل د مشرانو په وعدو بنا و. ښاغلي فردوس جمال چې د دې چينل افتتاح كوله نو د په داسې حال كې چې د سترګو نه يې اوښكې روانې وې د خوشحال خټك په قلم، د احمد شاه ابدالي او ايمل ايپي په توره، او د ميرويس نيكه په پوهه او حكمت يې خپلې افتتاحيه خبرې ښايسته كړې وې. مونږ هم د خوښۍ نه اوښكې تويولې چې افغان قوم هم د نړۍ په ژبه خبرې پيل كړې. خو زمونږ خوبونه هميشه اپوټه يا سرچپه خېژي. په خيبر ټي وي چې مونږ څومره نازېدلو هومره مېړنی ثابت نشو. او هاغه لنډۍ ده:
پرېږده چې خړ سيلاب مې يوسي
په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه
تېره اونۍ يانې د اپريل په اولسمه نېټه ای وي ټي خيبر د ارباب رووف په نامه يو سندرغاړی راغوښتی و. رووف ته د ځنو سندرو كمپوز او لارښونه د خالد خان په نامه يو كس كړې وه. د سندرو او پروګرام نه داسې مالومېده چې دا دواړه ښاغلي دومره هنرمندان يا فنكاران نه دي لكه څومره چې د خپلو ملي ارزښتونو څخه بې خبره او خرڅ شوي ګڼكپان دي. زمونږ د مشهور ملي شاعر ملنګ جان د لانديني شعر ډېر سپكاوی يې كړی و.
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطندا پر مونږ ډېر ګران دی
دا پښتونستان دی
دا شعر چې ملي ترانه هم ده د دغو بې پښتو ښاغلو لخوا په ډېره سپكه طريقه كمپوز او ليدونكو ته وړاندې كړی شوه. د شعر هر د پښتونستان او افغانستان توری د پاكستان په توري بدل او په ډېره بې هنره طريقه او بد اواز په دې شكل ويل شوی و:
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطندا پر مونږ ډېر ګران دی
ښكلی پاكستان دی
په افغان ولس د پنځوسو كالو راهيسي د ده له منځه وړلو دپاره حمله پيل شوې ده. د دې حملې غړي د ډيورنډ دواړو خواو ته شته دی. په لويه جرګه كې د افغان دښمنه ډلو ټول كوښښ دا و چې په څه شكل د دې هېواد ملي كلتور او هويت له منځه يوسي. پښتو ژبه چې ملي ژبه وه د دوی د ورانكاريو او انكار په نتيجه كې خپل مليتوب له لاسه وركړ. ملي ترانه يې شاخۍ تاخۍ كړه. اول يې بيخي په پښتو نه منله او بيا يې پكې د قومونو د نومونو د يادولو غوښتنه وكړه. د نړۍ په هيڅ هيواد كې هم داسې د خندا كار نه دی شوی چې اساسي قانون په يوه ماده كې قومي تبعيض منع كړی وي او په بله ماده كې په ملي ترانه كې د قومونو نومونه يادول لازمي ګڼلي وي. خو سره له دې هم تر اوسه لا ملي ترانه نه ده منلی شوې. كله په يوه بهانه او كله په بله بهانه د ملي تراني منظوري وروسته كېږي.
د ښاغلي مخدوم رهين په مشرۍ د افغانستان د كلتور وزارت هم د دې سپكاويو مسوليت په غاړه لري. كه د دې وزارت بې غوري نه وای او د دوی په وړاندې د سبا اونيزې د حضرت احمد شاه بابا رحمت الله عليه سپكاوی نه كولی نو نن به د خيبر چينل خالد خان هم دا جرائت نه كولو.
په هر حال د ای وي ټي خيبر نه د افغانانو هيله دا وه چې دوی به افغاني كلتور ته خدمت وكړي. افغانان به دې ته وهڅوي چې د قانون احترام وكړي. نړۍ به دې ته وهڅوي چې د افغان قوم د حقوقو احترام وكړي. خو په مقابل كې د دغه ټي وي مسولينو د ټولو پښتنو په زړونو يخي اوبه توی كړې او ورته يې وويل چې دا ټول خوبونه دي. د دې په ځای چې نوموړي ټي وي افغان ولس دې ته بللي و چې د شاعرانو او ليكوالانو د فكري ملكيت احترام وكړي، ملي هويت نور هم تقويه كړي، د دې په ځای يې ورته په تحفه كې د قانون د سرغړونې او د خپلو ليكوالانو او شاعرانو د فكري ملكيت د بې احترامۍ سبق وركړ. خو لكه سايل چې وايې:
دلته علم دلته فن څه دی سائله
د احساس او د وجدان د زړګي سوی دی
زمونږ د ملي ترانې ورانول او بيا په يو بد اواز او بې ارزښته كمپوز كې وړاندې كول د ډيورنډ د شرمونكې كرښې نه اخوا په كابل كې په ملي ارزښتونو د تجاوز روښانه انځور دی. كه د سبا اونيزه د افغان په كور كې د افغانانانو د اولياو او ملي اتلانو سپكاوی كوي نو طبيعي خبره ده چې په اسلام اباد كې دغه چينل هم د شهيد ملنګ جان او د هغه د ملت سپكاوی وكړي او د هغه د ورثه ادبي حق غلا كړي. زه په كابل كې د كلتور د ساتنې د دعوه كونكو څخه دا توقع نه لرم چې د خيبر ټي وي نه به د دې جرم پوښتنه وكړي، خو خيبر ټي وي ته په كار دي چې د ټول ولس نه په ښكاره په هماغه پروګرام كې بخښنه وغواړي په كوم كې يې چې سپكاوی كړی دی. او بله غوښتنه مې دا ده چې كه خدمت نه كوۍ او ابتكار نشۍ كولی نو د سپكاوي او ادبي غلاګانو نه هم لاس واخلۍ.
زه چې چا لوټ كړم پټ به وي خو پېژندلی مې دی
كه رانه سپينې جامې اغوندي كه تورې جامې
د ملي خيانت او بې شرمي فرهنګي غلا يوه بېلګه دلته واورئ ",جوړ زمونږ خوبونه خپل خوبونه نه و
3263,,"
٣٠ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د عدليې وزارت يو چارواکی ويلي چې د افغانستان د شمال په پنځو ولايتونو کې بنديخانې او بنديان ډېر خراب حالت لري او په د تورنو کسانو په غياب کې د حکمونو د صادرولو له کبله په ځينو قاضيانو نيوکي کړي دي.
د عدليې وزارت سلاکار عبدالغفار مظفري چې د يو پلاوي سره يې د افغانستان د شمال د پنځو ولايتونو له بنديخانو کتنه کړي، د بنديانو د وضعې د ښه کيدو او د ښځو لپاره د جلا بنديخانو د جوړيدو غوښتنه کړي ده.
", دشمال په ولايتونوکې بنديان او بنديخانې ډېر خراب حالت لري
3264,,"
٣٠ د وری ١٣٨٤
د افغانستان د زابل ولايت په غرنيو سېمو کې د حکومتي ځواکونو او شکمنو طالبانو تر منځ د سختو جګړو په ترڅ کې د نږدې لسو کسانو د وژل کيدو او يو شمېر نورو د ژوبلېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
ولايتي چارواکي واي چې د بهرنيو جنګياليو په ګډون يې د لسو څخه زيات کسان نيولي هم دي.
حکومتي سرچيني په جګړې کې دوي ته داوښتی تاوان په اړه پټه خوله دي.
",په زابل کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې
3265,,"
٣٠ د وری ١٣٨٤
ولسمشر حامد کرزي چې د حضرت محمد ص د پيدايښت د ورځې په درنښت يې د افغانستان د راډيو-تلويزيون په تالار کي خبرې کولې وويل، له تيرو درو کالو راهيسي په ځينو ولايتونو کي وسله والې ډلې پر سيمه يزو خلکو زورزياتى کوي .
ښاغلي کرزي دا خبري د هغه راپور په اساس کولې چې دبادغيس ولايت ته د کليو د پراختيا د وزير حنيف اتمر د سفر نه وروسته يې د وزيرانوشورا ته وړاندې کړی و، او په هغه کې يې ويلي و چې په بادغيس ولايت کې د بېلابېلو کورنيو او ټولنيزو لاملونو له امله ٥٠ ښځو ځانونو ته اور اچولې و.
ښاغلي کرزي وويل چې په يوه ولايت کى ١٥ ښځې په زوره له خپلو مړونو څخه جلاشوي او پر سيمه يزو واکمنو پلورل شوي دي.
هغه د ټولو ديني عالمانو څخه غوښتنه کړی چې د ښځو په ګټه فتواوې ورکړي او خلک دې ته وهڅوي چې د ښځو په وړاندې د زور زياتي څخه لاس واخلي.
",ښاغلي کرزي دافغان ښځو پر ناوړه حالت اندېښنه وښودله
3266,,"
٣٠ ورى، ١٣٨٤
کابل: اوولس تنه افغانان چې په کيوبا کې د ګونتنامو په امريکايي بند کې د ترهګرۍ سره د تړاو په تور نيول سوې وو نن په خوشې او په کابل کې افغان چارواکو ته وسپارل سول. دوى ته خبردارى ورکړ سوى دى چې په بند کې به له ناسم چلند نه شکايت نه کوي، خو بيا هم ځينو خبريالانو ته د امريکايي چارواکو له لوري د ناسم چلند يادونه وکړه.
د ستري محکمې مشر هادي شينواري له خوشي سوو بنديانو نه وغوښتل چې د هغه څه په اړه چې په دوى باندي د بند پر مهال تېر سوي پټه خوله پاتې سي، کنې د نورو بنديانو د راخوشي کولو چانس ته به زيان ورسېږي.
تر اوسه ٢٠٠ بنديان د ګونتنامو له بندڅخه خوشې سوې دي.
",١٧ افغان بنديان له ګونتنامو څخه خوشي سول
3267,عبدالاحد پيغام _كابل,"
دلمر جنازه
سترګوپه ژړاچي دنظر جنازه واخيسته
اوښكودشبنم هم دسحرجنازه واخيسته
سورسالوپه سر چي دلته راغلي خوبيا رانشي
اوراووينودواړودګودرجنازه واخيسته
شپي لاستړي نه دي ماښامونه موپه مخ كي دي
ستوروپه اوږودمازيګرجنازه واخيسته
دربه شم ،ويده به شمه ستا دسيني خواكي زه
كله چي احساس دمغرورسرجنازه واخيسته
راغي يوپيغام دنورله ښاره ماته يي وويل
ژاړه ليونيه ! موږدلمرجنازه واخيسته
",دلمر جنازه
3268,,"
٣٠ وری ١٣٨٤ کابل
په ګوانتانامو کي دي پاته ١٢٠ تنه بنديان هم خوشي شي داغوښتنه نن په کابل کي راخلاصو شويو بنديانو وکړه .
دگوانتاناموله بندڅخه ١٧ کسه راخلاص شوي بندیان دسې شنبې په ماپښین دافغانستان دولت ته وسپارل شول .
په راخلاصوشویوکسانوکي دافغانستان دبیلابیلوولایتونوخلک شامل وو .
دافغانستان دستري محکمې ریس فضل الهادی شینواري راخلاصو شویوکسانوته هرکلی اوښه راغلاست ووایه .
ښاغلي شینواري په وینا دافغانستان دولت له امریکایي لوري سره په گوانتاناموکي دپاته بندیانوپه راخلاصولواوبرخلیک معلومولو خبري کوي .
له بلي خوا راخلاصوشویوبندیانو له دولت څخه غوښتنه وکړه چي په گوانتاناموکي پاته یوسلوشل کسه افغانان دي هیواد ته ستانه اودلته دي محاکمه کړی .
",په ګوانتانامو کي دي پاته ١٢٠ تنه بنديان هم خوشي شي
3269,عبدالهادي ريشا - کراچي,"
عبدالهادي ریشاء – کراچي ٢ غويی ١٣٨٤
نن په نړۍ هرلور ته دآزادۍ او ډيموکراسۍ د ډول آوازونه دليري ا وريدل کيږي . دا ږغونه دغه سي هواته پورته ځي او تر اورید لو وروسته پسي ورکيږي . اولنو به ويل چي : دډول ږغ دليري ښه راځي . رشتيايې ويل، اوس هم هغه سي ده، چي ږغ نزدې راسي بې سوري يې واورېدل سي ، ولي نن چي څوک د آزادۍ خبري کوي ، دبيري ( ډاره ) - شا وخوا ګوري، لکه اوخۍ چي یې خوري ، په خبرویې بې سوري ګډه وي - ځان نه ايله کوي، ملامت یې مه بوله خواران دونه ځوکلېدلي دي - داسي داختناق دورې پر راغلي دي ، چي هجران یې ورښوولی دئ . چاچي به سپوڼ وواهه ، ها بل به ورته وويل : ٬
چپ سه !
اوس دېوالونه خبري کوي .
نن چي دخوش باورانو په نظر يوڅه د رڼا چوله معلوميږي او دآزادۍ د ډول ږغ دليري راځي، نو دا خوش باوره، لړمون پخته ګان غواړي، چي څوڼي غوړي - ږمونځ کي او د دې کاذب ډاله ږغ ته په اتڼ ورګډسي . امابرعکس زمانې او حوادثو اکثره کسان دونه په حقايقو پوهولي دي، چي نور (کلپي نه پر چليږي) خو ګولۍ پر چلېدلی سي . دوی د اوسنۍ آزادۍ او ديموکراسۍ جريانونه (خوشي دوړي بولي) ، اوس لاهم (توبه د مړؤ خالي نه ده) شکر دی په جامعه کي د ځوانو- اصيلو مفکورو خاوندان او دخلګو په درد دردېدلي مړونه سته .
څرګنديږي، چي دآينده پاره دخلګو درک او دوربيني موجوده ده او دا د عا دي سړو کار هم نه دئ .
که څوک دخلګوسره کښېني او وپوښتل سي ددوی په نظر کي خورا ښه پيغامونه ، واقعیتونه ، دردونه او خواخوږۍ پروتي اونغښي ليدل کيږي . چټي اپلاکي نه وایي . دوی دبې وسه مظلومانو پله نيسي . که د دوی نظر ښه څر ګند کړه سي په نړۍ کي د نا خوالو او نا پېښو د ملامتيا لښتی کښته مخ پر لوېديځ باسي .
په نړۍ کي دانسانانو اکثريت بې وسه او کمواکه کسان دي . دوی د اذله کمزوري نه دي راغلي بلکه وروسته د زوردارانو له خوا کار پرسوی دئ -کمزوره اوکمواکه سوي دي .
نن چي قدرتمندان غورې وهي او پرکمزورو بړ بړ وایي - دا خواران کم بغلي لا پسي ځیځېر ي اوکوټي ، په دې کي زورواکان او ټوپکسالاران خپله بقاء ويني، چي تل پر خپل قدرت باندي پاته وي او ټوله نعمتونه او هستۍ په خپل واک کي وساتي ، خو هوښياران نه بايد، چي دونه حريص اومغروره و اوسي يا په اصطلاح ځان ځني ورک سي، چي دخپلي با دارۍ د پاره دا خاکي کره ( نړۍ ) دغلامۍ لور ته ورګېل کي او په غلطه سره انسانانو ته دآزادۍ او ډيموکراسۍ ډول ، چی نن ورځ په لاس ورغلی دئ لاندي باندي وډبوي .
زه چی ګورم په نړۍ کي زما په سترګو سوچه-خواپاکې ، نه آزادي او نه ډيموکراسي ليدل کيږي . خو ږغ یې غوږ ته راځي ، نوکه له ما څوک پوښتنه وکي ، چي ته څه وایې- څنګه به سي ؟ زه به یې پاکه محمدي ورته وکم، چي په اصطلاح (خبره غړکه ده) دنړۍ لوی اکثريت داسلحه دارانو ترتور او پېڅول لاندي په تورو ورځو اوشپوکي د آزادۍ او ډيموکراسۍ په تور کي ګير بولم ، خو تر اوسه زما څخه چا پوښتنه نده کړې .
",خــــــــــــــبره غـــــــــــــــــــــړکه ده
3270,جلال امرخېل,"
نښتر
دلته کرزی او کارمل يو مانا ده
يو مو سحر بل مازيګر خرڅوي
ځلمي جذبې پلوري کلدارو باندې
پېغلې پړوني په ډالر خرڅوي
دغه ميراث ورته له پلاره پاتې
ځوی د حاجي صیب چې نښتر خرڅوي
د تورخم پوله
زه د منزل خوا ته په کومه لاړ شم ؟
دوي مې له سترګو نه نظر بېلوي
کله په يو کله په بله بانه
خو بس زما له تنې سر بېلوي
دا تور په توره تور بخنه کرښه
ديو بدن زړه او ځيګر بېلوي
زړه مې پړق وچوي د تورخم په پوله
له ننګرهاره چې خيبر بيلوي
وری ٣٠ مه ١٣٨٤ ",نښتر او د خيبر پوله
3271,افغان ادبي بهير,"
پرون په پېښور کې دافغان ادبي بهير اونيزه غونډه تر سره شوه٠پرونۍ غونډه پسرلنۍ مشاعرې ته ځانګړې شوې وه،چې ډېرو ځايي شاعرانو او ليکوالو په کې ګډون کړې و٠دغونډې په اخر کې بهيروالو يومننليک هم خپور کړ چې داسې په کې ليکل شوي و: استاد محمد اصف''صميم''او نازکخيال شاعر استادمحمد صديق'' پسرلی''د اوسمهالي پښتو ادب دوه وتلې څهرې او پياوړي ليکوالان دي٠موږ ددوی ادبي او فرهنګي هڅو،کار او زيار ته په درنه سترګه ګورو او ،وياړنه ولمانځنه يې کوو٠ داچې په اوسمهال کې دوی دا فغان ادبي بهير مشران هم دي ،داهم دبهيروالو لوی وياړ دی٠بهيروال په ګډه سره دافغان اطلاعاتي او فرهنګي مرکز ادارې''ايينې'' ،دبېنوا فرهنګي ټولنې دمشرتابه ، دکندهار دهڅانده زلميانو او ملي سوداګرو ته دنومو ړو استادانو دژوند لمانځنې د علمي او ادبي دوه ورځني سيمينار دجوړولو او په او ښه تو ګه سرته رسولو دزړه له تله مبارکي وايي ،اوله ټولو ليکوالو اوګډونوالو نه يوه نړۍ مننه کوي چې په ګډون سره يي دغه علمي اوادبي سيمينار ته ښکلا وروبخښله ٠
د قدر منو استادانو داوږد او نېمرغه ژوند په هيله؛دياد شويو فر هنګپالو او فرهنګيالو نه په مننه؛دپښتو ادب دودې او پرمختيا په تمه؛
په درنښت ؛په پېښورکې دافغان ادبي بهير خپرندويه پلاوی ",د افغان ادبي بهير مننليک
3272,نصرت الله الهام خدرخېل پېښور,"
(افغان ادبي بهير پېښور)غوښتل دښکلي پسرلي په راتګ سره يوه لويه اوپه زړه پورې مشاعره جوړه کړي خوله بده مرغه دځوان شاعر( ډاکټر فلکنازفريادي )دځواني مرګۍ خبر غونډه په فاتحې بدله کړه دغونډې ګډونوال له غونډې نه مخکې دمرحوم دکورنۍ سره په دې درانه غم کې شريک شول اودغونډې په پېل کې دمرحوم ارواته ددعاترڅنګ يې له ګډونوالو څخه دچکچکودنه وهلوغوښتنه هم وکړه ښاغلی ډاکټر فلکناز فريادي دکابل ولايت دخورد کابل په سيمه کې خاپوړې کړي ٣٠کاله عمريې درلودپه دومره موده کې يې ډېره په زړه پورې شاعري وکړه چې دپښتوادب پرې وياړي خودسرطان دناروغۍ له کبله يې نن يونۍ(يکشنبه)دورې په ٢٨له فاني نړۍ سترګې پټې کړې (مرګی ظالم دی دوه ياران جداکوينه)ښاغلی فلک ناز فريادي دافغان پوهنتون دطب پوهنځی لوستی وو خوخدای شاعري هم پرې لورولې وه دارواښاددشعر بېلګه دادهدی مانه پاتې شوی ها خپل کلي ته ورځم مرچل دشهيدانوکابل ښکلي ته ورځميادونوراخورې کړې دملالې تورې څڼې ای وخته دشهيددخاوروڅلي ته ورځمپهغونډه کېدځواني مرګ روح ته داشعر(نصرت الله الهام )واوراوهنن يوه سپينه رڼا رڼا ته غاړه وتهدعرش تربريده لاړههغې دنياپه لورېهغه دنياچې ده بههمېش ليدله په خوبقلم يې پاتې شولوپه يوه تياره کوټه کېهلته به ده همېشهدزړه په وينو باندېسپين کاغزونه لړلاوس هغه توره تياره اوهغه نيمه شپه همدهغه ښکلي پسېپه چيغو چيغو ژاړياوس دهغه اروا ښادرقيب بلا خفه دیخوهغه څوک چې ده بهديار لقب ورکاوه ښه په کړس کړس خاندي ",دافغان ادبي بهير پېښور پسرلنۍ مشاعره په فاتحې بدله شوه
3273,,"
Ariana Tv
ډير زر به د اریانا تلويزيون له اروپا څخه په خپرونو پیل وکړي٠ تاسو د څرنګه مطلبونو دخپريدو غوښتونکي یاست؟ څه وړانديز لرۍ؟ ددغه تلويزيون په هکله کومې پوښتنې لرۍ؟ په دغه ادرس راته ( ب ليک ) وليکئ : sohayla_hasrat@yahoo.de اويا په لاندی پته خپل پیغام وليکۍ : http://Shaiwan.persianblog.com
",داريانا تلويزيون په اروپا کښي
3274,ننداره,"
د عبدالوکيل سوله مل شينواري د لنډو کيسو نوې ټولګه (( پنځوس مليونه)) په دې وروستيو کې پېښور کې ددانش خپرندويه موسسسې له خوا چاپ او خپره شوه ـ دښاغلي سوله مل ددې نه مخکې هم د لنډو کيسو يوه ټو لګه د ((زړه کلا )) په نوم خپره شوې ـ
په ادبي کړيو کې نوموړی ديو ښه کيسه ليکونکي په توګه پېژندل شوی ـ
په نوي کتاب پنځوس مليونه کې د ليکوال په بيلابيلوموضوعاتو ليکول شوې څه دپاسه لس کيسې تر سترګو کېږي ـ دليکوال کيسې دموضوعاتو له پلوه غني ، ژبه يې خوږه او پيغام يې روښانه دی ـ
",د((زړې کلا ))نه پس ((پنځوس مليونه ډالره))
3275,ننداره,"
(پنځوس مليونه )
د عبدالوکيل سوله مل شينواري د لنډو کيسو نوې ټولګه (( پنځوس مليونه)) په دې وروستيو کې پېښور کې ددانش خپرندويه موسسسې له خوا چاپ او خپره شوه ـ دښاغلي سوله مل ددې نه مخکې هم د لنډو کيسو يوه ټو لګه د ((زړه کلا )) په نوم خپره شوې ـ
په ادبي کړيو کې نوموړی ديو ښه کيسه ليکونکي په توګه پېژندل شوی ـ
په نوي کتاب پنځوس مليونه کې د ليکوال په بيلابيلوموضوعاتو ليکول شوې څه دپاسه لس کيسې تر سترګو کېږي ـ دليکوال کيسې دموضوعاتو له پلوه غني ، ژبه يې خوږه او پيغام يې روښانه دی ـ
",پنځوس مليونه ډالره
3276,منصور,"
اوله کلمه طیبه :لااله الا الله محمّد الرسول الله ژباړه : نشته لایق دعبادت مګریوالله دی محمد ﷺ دالله ﷻ بنده اورسول دی . -------------------------------------------------------------------------------- دوهمه کلیمه شهادت : اشهد ان لااله الاالله وحده لاشریک له واشهد ان محمدًاعبده ورسوله ژباړه : ګواهي کوم چی دالله نه غیر بل دعبادت لائق نشته الله یوازی دی شریک نه لري اوګواهی کوم چی محمد ﷺ دالله بنده اورسول دی . -------------------------------------------------------------------------------- دریمه کلیمه تمجید: سُبْحن الله والحمد لله ولااله الاالله والله اکبر ولاحول ولاقوت الاّ بالله العلیّ العظیم ژباړه : الله ﷻ پاک دی ،ټولي ستاینی خاص همده لره دي اونشته لایق دعبادت مګر یوالله دی اوهمداډیرلوۍ دی دګناهونوڅخه دژغورنی اودنیک کارتوفیق دالله دلوري دی چی لوی دی اوعظمت والا دی . -------------------------------------------------------------------------------- څلورمه کلیمه توحید : لااله الاالله وحده لاشریک له الملک وله الحمد یُحْی ویمیت وهو حیّ ٌ لایموت ابداً ابداً ذوالجلال والاکرام بیده الخیر وهوعلی کُلّ شیءٍ قدیر . ژباړه :دالله ﷻ څخه علاوه څوک دعبادت لایق نشته هغه یوازی دی شریک نه لري دهمده بادشاهی ده اوهمده لره ثناده ژوندی کول اومړه کول کوی الله ﷻ دتل لپاره ژوندی مرګ پری نه راځی دعظمت اړلویی څښتن دی دالله ﷻ په لاس کی خیر دی اوهمدا په هرڅه قادر دی . -------------------------------------------------------------------------------- پنځمه کلیمه استغفار : اَستغفرالله ربّی مِنْ کلّ ذنبٍ اذنبته عمداً اوخطئاسرا اوعلانیة وّ اتوب الیه من الذنب الذی اعلم ومن الذنب الذی لااعلم انّک انت علاّم الغیوب وستّارالغیوب وغفّارالذنوب ولا حول ولاقوت الاّ بالله العلیّ العظیم . ژباړه :الله ﷻ څخه بښنه غواړم چی زما رب دی دهری ګناه نه قصداً می کړی وی اوکه په خطاسره رانه شوي وي په پټه می کړی وي که په ښکاره اودده په حضورکی دهغه ګناهونو څخه چی ماته معلومه ده اوکه ماته نده معلومه بیشکه ته په غیبوخبردار اودعیبونوپټونکی یی اودګناهونو بښونکی هم ته یی دنیکۍ قوت اودبدۍ ژغورل یوازی دالله به طاقت کی دی چی لودی اودلوی شان څښتن دی . -------------------------------------------------------------------------------- شپږمه کلیمه ردّ کفر : الّلهم انْی اعوذ بک من ان اشرک بک شیئاوانا اعلم به واستغفر لمالااعلم به تبت عنه وتبراْتُ من الکُفْرِ والشّرک والکذب والغیبة والبدْعةِ والنّمیمة والْفواحش والْبهتان والمعاصیْ کلّها واَ سْلمتُ واقولُ لاالهَ الااللهُ محمد الرّ سول الله . ژباړه : ای الله تاپوری دشریک تړلونه پناه غواړم اوماته دهغی علم وي اودهغی نه چی پری نه پوهیږم پناه غواړم ماددی نه توبه وویسته اوبیزاره یم دکفرنه ،شرک نه ، ددرواغونه ، دغیبت نه ، دبدعت نه ، دچغلۍ نه ، دبی حیایی دکارونونه ،اودتهمت لګولونه ،اوددی نه غیر دټولوګناهونوڅخه اوماایمان راوړی اووایم چی نشته لایق دعبادت مګریوالله دی اومحمد ﷺ دالله رسول دی ",شپږکلیمې
3277,,"
٣١ د وری ١٣٨٤
د ترکيې لومړی وزيرطيب اردوغان نن افغانستان ته په يوه دوه ورځني رسمي سفرتللی .
نوموړي په افغانستان کې د خپل سفر په لومړۍ ورځ دولسمشر حامد کرزي سره کتلي او ورسره يې د خپل هيواد له اړخه په يو لړ اقتصادي اوفرهنګي پروژو کې د مرستواو دتاريخي اړيکو د لا پياوړي کولو په اړه ژمنه کړي .
",د ترکيې لومړی وزيرطيب اردوغان افغانستان ته تللی
3278,,"
٢٠ - اپرېل ماسکو
عراق ته د افغانستان د پوځي ټولګېو ليږل
بينوا: په مسكو كې د خبري رسنيو د خبرونو له مخي، افغانستان د دي نيت لري، چې خپل پوځي ټولګي عراق ته وليږي.
د دغو خبرونو له مخي، د ايران راډيو، د با خبرو سرچينو له خولي ويلي دي، چي په دي اړوند، افغانستان ته د امريكي د متحدو ايالتونو د دفاع د وزير، دونالد رامسفيلد، د څو ورځي مخكني سفر په ترڅ كې موافقه ترلاسه شوي ده.
په داسي حال كې چې په افغانستان كې د ترهګري پر ضد د مبارزي او همدارنګه د امنيت د ټينګوالي لپاره په دغه هيواد كې د بهرنيو پوځي ځواكونو د شته والي سره سره بيا هم لا د امنيت ستونزي د هوا په توديدلو سره ورځ په ورځ زياتيږي، د سيمي مبصرين دغه ډول پرېکړي ته حيران دي .",عراق ته د افغانستان د پوځي ټولګېو ليږل
3279,,"
اپرېل ٢٠ ماسکو
بينوا: د اوكراين د لومړي وزير، لومړي مرستيال، اناتولي كيناخ، په دغه هيواد كي په ټولنيزو-اقتصادي برخو كې د انديښني وړ ټكو ته ګوته نيولي ده.
ښاغلی کيناخ - څو ورځي مخكي په كيف كې په يوه كنفرانس كي ويلي دي، چې د نوي كال په لومړيو دريو مياشتو كي د داخلي عمومي توليداتو د زياتوالي په چټكي كې دوه ځله او د صنعتي توليداتو په حجم كې ۵،۲ ځله كموالي راغلي دي.
كيناخ، په اوكراين كي د انفلاسيون اوسنۍ كچه چي په سلو كې ۴،۴ ده، په وروستيو ځلورو كلونو كي بي ساري بللي ده.
په سيمه كې كارپوهان په دي باور دي، چې دا د اوكراين د اوسنيو نوو واكمنو د يو شمير بي ځايه ګامونو د پورته كولو پايله ده
",اوكراين د انفلاسيون په لومو كې
3280,محمود نظري,"
محمود نظري - لندن
آللو للو للو آ للوکرزی للو
آللو للو للو آ للو کرزی للو آللو للو للو آ للوکرزی للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه کاڼۍ د اوبو آللو للو للو آللو للو للو
تا ويل زه شين زمری يمه د دنيا خوښ سړی يمه آللو للو للو
تا ويل ما انتخاب کړئ غله ورکومه ، پردي شړمه آللو للو للو
تا ويل ظالمان ورکومه دا خوار ملت ځيني ساتمه آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه مالګوبی د اوړو آللو للو للو آللو للو للو
تا ويل دا ملک بيله ما څوک جوړوای نسي آللو للو للو
تا ويل شرمښان څوک بيله ما ورکوای نسي آللو للو للو
تا ويل چې مټو ته مي څوک ټينګيدای نسي آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه تومنه د مستو آللو للو للو آللو للو للو
چې يې مړه کړه په زرو اوس تر ټولو لوړ دي په رتبو آللو للو للو
چې ستا وه هغه حريفان اوس هغه دي لوی لوی وزيران آللو للو للو
ځيني حاکيمان وايي خرڅوی د خلکو ناموسان آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه ژی د اوبو آللو للو للو آللو للو للو
هغه چي تا ته يې درکړه ووټان هغه دي ټولو ګريان آللو للو للو
مهاجر سوه پښتانه له خپل مکان دلته دي پرديان آللو للو للو
متنفر يو له وعدو غوږ نه نيسو په اوتوبوتو او پلمو آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو آللو للو للو
مه ډاريږه توکل په خپلو خلکو اوپاک الله کوه آللو للو للو
ځنډ مه کوه ژر کوه په خپلو وعدو وفا کوه آللو للو للو
تکيه په نورو مه کوه په مټو تو او بسم الله کوه آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه ځک دژړ غوړو آللو للو للو آللو للو للو
چي ملت وهي په چپلاخه هغه به سی هزار سوراخه آللو للو للو
چي ملت وهي په سوک اخته به سي په تور دوک آللو للو للو
کرزی په ارګ کي ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو آللو للو للو
که د ملت درته سوه شا په درد دي نخوری هغه او دا آللو للو للو
موږدې په للو للو راويښوو په باريکيو دي خبرو آللو للو للو
آللو للو للو آ للو کرزی للو آللو للو للو آ للوکرزی للو ", آللو للو للو آ للوکرزی للو
3281, ډاکټر سبحان هاتفي - کليفورنيا,"
د ټولوخوږو پښتنو خوندو او وړونو څخه هيله کوو که چيري د ( پښتو ) په هکله چاپ يا ناچاپ ليکني د هر چا چي وي ولري په پورته پته دي راوليږي تر څو د چاڼ پس ئې انشاء الله د ښه کتاب په بڼه تاسو ته وړاندي کړو لاندي ليکني زموږ سره شته
د کتاب نوم : د پښتو د- کلمې په هکله
( پښتو تاريخچه ، پښتني ادب ، د پښتو د ورسته پاتي لاملونه او داسي نور ...)
راټولونکی : ډاکټر سبحان هاتفي احمدزی
P.O.Box 331
Alameda CA, 94501 USA
hatifie@aol.com
Tel. 0015108658325
",د ( پښتو ) دکلمې په اړه جوړېدونکی کتاب
3282,ولي شا طبيب - کندهار,"
١٩ د غويي ١٣٨٤ ( ولي شا طبيب کندهار )
دلمړي ځل لپاره په ۱۹۸۷ کال دهجرت په شپو او ورځو کښي می دمرحوم وجدي صاحب سره پيژندګلوي و سوه ، موږ دواړو په کويټه کي دالجهاد په روغتون کښي کار کاوه . خدای بخښلي وجدي سره دهغه لومړۍ ورځي څخه زموږ ملګرتيا او انډيوالي شروع سوه ، مرحوم وجدي صاحب ډيره مهربانه او په زړه پاک سړی و ، دهرچا په غم غمجن او دردمن و ، دوطن په مينه کښي ډوب و ، هميشه يې بېحده زيات کتابونه اوورځپاڼي لوستې. په الجهاد طبي تربيوي پروګرام کښي يي څو طبي کتابونه په پښتو ترجمه کړه . زموږ کندهاريانو سره داسي په اصطلاح خلط سوی و چه هغه دخلکو خبره لکه نوک او ورۍ ،هرچيرته چه به وجدي صاحب و موږ به هم هلته ورسره راټول وو .
مرحوم وجدي صاحب يو پاک سوچه پښتون و ، ساده او ارام ژوند يي درلود ، ډير کتابونه يي ليکلي دي . ډير نيک او صالح اولادونه يي ټولني ته وړاندي کړي دي . ټول دادب مينه وال دوجدي صاحب په مړينه ډير خوابدي او غمجن دي ، ددوي پاتي کورني او ټولو دوستانو او انډيوالانو ته يې جميل صبر غواړم .
په درناوي
ولي شاه طبيب /کندهار
", ( دمرحوم عبدالجليل وجدي دمړيني له کبله خواشيني :
3283,,"
١ غويی ١٣٨٤ هلمند
دفراه ولايت د خاک سفېد په ولسوالي کي د دولتي چارواکو او او عامو وګړو تر منځ تاوتريخوالي په پايله کي درې تنه ټپيان او دوه تنه وژل شوي دي .
د فراه ولايت دامنيتي چارو مسول امير د بېنوا ويبپاڼي خبريال توخي ته وويل چي : دا پېښه پرون ماپښين هغه وخت رامنځته سوه کله چي په ياده شوې ولسوالي کي پوليسو د کوکنارو د کښتونو په له منځه وړلو لاس پوري کړ ، خو د سيمي اوسيدونکو ددې کار مخه ونيوله او نښته وشوه .
هغه وويل چي د خلکو له منځه يوه تن کوښښ وکړ له يوه پوليس نه ماشينګڼی واخلي او د هغو په وړاندي يې وکاروي ، په دې وخت کي نورو پوليسو دخپل ملګري پوليس په دفاع کښي ډزي وکړې او مرګ ژوبله رامنځته شوه .
ويل کيږي چي هغه چا چي غوښتل يې توپک واخلي همه ټپي شوی او اوس د پوليسو تر څارني لاندي دی .
",په فراه کي د پوليسو او عامه وګړو ترمنځ نښته وشوه
3284,,"
١ غويی ١٣٨٤ هلمند
د فراه ولايت د پوليسو پخوانی مشر ملا اختر محمد اخند د زابل ولايت پخوانی والي ملا محمد نسيم اخند چي د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته هم د دولت له سخت دريزو مخالفانو څخه بلل کېدل د ولسمشر حامدي کرزي له خوا د ملي پخلايني دپروګرام سره يوځای شول . ددې خبر اعلان نن د هلمند ولايت والي ملاشيرمحمد اخندزاده وکړ .
د هلمند والي ملا شيرمحمد اخندزاده وويل چي دولت به ملا اختر محمد اخند او ملا نسيم اخند ته د امنيت او ښه ژوند اسانتياوي برابروي .
څه دپاسه يوه مياشت مخکي په همدغه ولايت کښي دطالبانو يو بل نامتو قومندان ملا عبدالواحد اخند ( ريس باغران ) هم د ملي پخلايني د پروسې سره يو ځای شوی و .
",دوه پخواني لوړ رتبه طالبان له دولت سره يو ځای شول
3285,,"
٢ غويی ١٣٨٤ ماسکو
ټاكل شوې ده، چې د سرور كائينات حضرت محمد (ص) مبارك ميلاد، نن په مسكو كې د ۲۰۰۵كال داپريل د مياشتي په ۲۲ نيټه د (سيواستوپل) د هوټل په لوي جومات كې ولمانځل شي.
د حضرت محمد (ص) د مبارك ميلاد د لمانځني په غونډه كې به لومړي د قرآن عظيم الشان ختم وشي، بيا به په دغه اړوند يو شمير مقالي او ليكني ولوستل شي. د جمعي د مباركي ورځي د لمانځه نه وروسته به په دغه غونډه كې ټول برخه وال، په هغه خيرات كې گډون وكړي، چې د دغه مبارك او بختور ميلاد په وياړ برابر شوی دی .
د روسيې د فدراسيون په پلازمينه، مسكو كې، د افغان تجارتي مركز په نوښت، هر كال ملي او مذهبي ورځي لكه : نوروز،اخترونه، د حضرت محمد (ص) مبارك ميلاد، د عاشورا ماتم، او نور په ډيرو شاندارو مراسمو سره لمانځل كيږي .
ټاكل شوي ده، چي سږكال به د حضرت محمد (ص) د مبارك ميلاد د لمانځني په غونډه كې له ۲۰۰۰ نه زيات افغانان ګډون وكړي .
",په مسكو كې د حضرت محمد (ص) مبارك ميلاد لمانځل كيږي
3286,منصور,"
دسورة بقره دوهم لوست انّ الّذِیْنَ کَفَرُوْا سَوَاءٌ علیهمْءَانذَرْتَهُمْ اَمْ لمْ تُنْذِرْهُمْ لاَ یؤْ مِنُونَ(6)خَتَمَ اللهُ عَلی قُلُوبِهِمْ وَعَلی سَمْعِهِمْ وَعَلی اَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وّلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیمٌ (٧) ژباړه : بیشکه هغه کسان چی کافران د ي برابره خبره که دوۍوویروی یا یی ونه ویروی ایمان نه راوړي (6) الله ﷻ ددوۍ په زړونو،اوغوږونو مهروهلی اوپه سترګو یی پردی دی اوددوۍ لپاره لوۍ عذاب دی . لنډ تفسیر : په لومړیو پنځوایاتونوکی الله ﷻ دقرآن کریم صفت اودهغه نیک بخته کسانو ذکرچی پد ی کتاب عمل تیرشو ورسره یی ددغه کسانومخصوص صفتونه هم ذکرکړل ورپسی پنځلس ایاتونوکی هغه کسان ذکر کوی چی دقرآن سره کینه اوحسد لري بیا پدوۍ کی دوه ډلی د ي یوهغه چی په ښکاره مخالفت اوانکارکوی بل هغه چی داخلاقی کمزورۍ اودنیاوي اغراضوپه وجه یی دخپل ضمیر اواز څرګند نه کړای شو بلکه چل اوفریب یی شروع کړ مسلمانانو ته به یی ځان مسلمان اوکافرته به یی ځان کافرښکاره کاوه اوله ډله دقرآن په اصطلاح کی کفار بلل کیږي اودوهمی ته منافق وایی پدی دوه ایاتونو کی الله ﷻ دښکاره کافرانو ذکر کوي ددی نه روسته دیارلس ایاتونو کی بیادمنافقینوتذکره ده . مفتی محمد شفیع رحمه الله په خپل مشهور تفسیر معارف القرآن کی لیکی چی اولوپنځوایاتونوکی مؤمنانوڅخه هغه کسان مراددي چی په اهدنالصراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم کی کودکومی لار ی غوښتنه کړ ی وه اوپدی دوه ایاتونوکی هغه کسان ذکر کوي دچادلاری څخه موچی په غیرالمغضوب علیهم کی پنا غوښتی وه دګناهونو دنیاوی سزا : دګناهونو اصلی سزاخوبه په اخرت کی ملاویږی لکن دبعضی ګناهونوسزا کناهګارته په دنیاکی هم ورکول کیږی دګناه دنیاوی سزاداسی وی چی انسان څخه دحق قبلولوتوفیق سلب شي بیا دغه کس داخرت حساب کتاب څخه غافله اوڅه یی چی زړه غواړی هغه کوی . په حدیث شریف کی راغلی کله چی یوانسان ګناه کوی ددی ګناه په وجه یی په زړه تورداغ پیدا کیږی ددګناهونو دزیاتوالی په وجه داغونه هم زیاتیږی تردی چی ټول زړه یی تورشی بیاورته حق نه داخلیږی . (معارف القرآ ن ) همدغه شان دکفاروزړونه دډیري کینی اوکفر ی تعصب په وجه تور شوی نوالله ﷻ تری دحق قبلولو صلاحیت اخستی معذرت :دمحترمو لوستونکو څخه زماپه لیکنه کی دادبی اصطلاحاتو دکمزورتیا بخښنه غواړم منصور ",سورة بقره دوهم لوست
3287,عنايت ساپی ; کابل افغانستان,"
عنايت ساپیعجيبه پيښى دى، له يوى سترگى مو دغم اوښكى څا څي او له بلى مو دخوښۍ دا رواني وي. دخداى عجيبه نظام دى. زمونږ پر ادبي كړيوو ډيره داوړ پيښى خپل سيوري پريباسي. او ديوى شيبى لپاره مو دغه عجيبه پيښې هيښ ساتي. په هرحال نن به بيا ديوى عجيبي پيښى يادونه وكړم.افغان ادبي بهير چى زمونږ په ادبي نړۍ كى دادب مينانولپاره ترټولو ستر او پيژندل شوى پوهنځى دى كله كله له عجيبو پيښو سره مخ وي. نن يي پر دريځ(ستيج) يو مينه وال ( ننگيال)د خپل ريښتوني ژوند لپاره شعر وايي خو سبا همدغه شعردده دريښتوني مرگ تعبير وي ، نن يي مينه وال (ساهو) له دريځه غږ كوي چى كه خداى كول مياشت وروسته به سره وگورو، خو پنځلس ورځى وروسته يي په مړينه گورو، نن يي مينه وال(مجاهد) له دريځه خپله مرثيه لولي خو اونۍ وروسته يي اورولى مرثيه بيرته دخپل مرګ لپاره تعبيروي. مينه وال يي (دولت زى)نن له دريځه دبهيروالو څخه مننه كوي چى زما پركتاب مو دمينى خبرى وكړى خو اونۍ وروسته يي بهيروال پر مرگ خبرى كوي، نن يي مينه وال (عبدالجبار جوهر) له ولولو څخه په ډك غږ خپل شعراوروي خو مياشت وروسته يي په سړه سينه دمرګ اوازى خپريږي، نن يي له دريځه م عثمان نژند دخپلو اوښكو په بدرگه دولس له دردونو ډك حال بيانوي خو سبايي ستونى بنديږي او نور حال ويلى نه شي. ښايي تاسى ته تيربهيردرپه زړه شي او زړونه مو ودرديږي ، ما نه غوښتل چى نور داسى څه وليكم چى تاسوپرى خفه شى خو څه وكړو دزمانى څرخ مو بيا بيا دذهن پردو ته ترنگ وركوي تخنوي يي او نه موپريږدي چى يوه شيبه دخپله ځانه پردي شو، ماته دبهير، دفرهنگي ټولنى او فرهنگي مركز ډيره غونډى په سترگو كى دي. له دريځه يي يو ځوان شاعر خپل شعرپه ترنم سره اوروي او له ناستو مينه والو څخه په واه واه ، بيا ووايه ، ډيرښه او نورو بدرگه كيږي، شاعرپه خپل ترنم كى لكه غوړيدلى گل دخوشالۍ احساس څرگندوي او لاخپل سبك ته زور وركړي، فلك ناز فريادي خپل شعرپاى ته ورسوي او له دريځه خپل ځاى ته راشي، مسكى وي خو اوشا وگوري، له هاغه بل كونج څخه ورته مسلم دوست صيب راغږ كړي، چى فلك ناز فريادي صيب ډيرښه شعر دى واوروه، داسى شعرونه اوروه دا ځنى ځنى خو هسى بى معنا شيان دلته راوړي. اونۍ وروسته مسلم دوست په غونډه كى نه ترسترگو كيژي، او موده وروسته داسى گونګسي ترغوږو شي چى مسلم دوست نامعلومو كسانو دشپى له خوا په موټركى واچاوه، بيا هيڅ خبرنه شو ، يومهال وروسته مو بل دردوونكي خبرترلاسه كړ چى دخوږى ژبى ليكوال(مسلم دوست) يي دګوانتانامو داوسپنيزو پنجرو شاته اچولى، نو بيا مو هرمهال دګوانتانامو دبل څرخي زندان خبرونه وخت پروخت څارل. نه به يي اوږدوو، همدغه اونۍ مو بيا دهمداسى يوى عجيبي پيښى شاهده وه، ډاكټرفلك ناز فريادي مو دمرگ كومي ته ولويد او مسلم دوست مو دژوندغيږى ته بيا راغى. له يوى سترگى مو دغم او له بلى دخوښۍ اوښكى روانى شوى.
انالله وانا اليه راجعون. - او - الحمدللهكابل افغانستان ",فلك ناز لاړ، او مسلم دوست راغى
3288,,"
٢ غويی ١٣٨٤ کابل
هجرت په کابل کښي
هجرت هنري فلم له ډېر انتظار وروسته د روان لمريز کال د غويی ( ثور ) پر اوومه ، اتمه او نهمه نېټۀ ( زېږديز ٢٠٠٥ کال د اپرېل پر ٢٧ ٢٨ او ٢٩ مه نېټه ) د کابل په اريانا سينما کي د کابل ښاريانو مېلمه دی .
دا درې ورځي د افغانستان او افغانانو په تاريخ کي هغه توري ورځي دي کومي چي سلګونه زره افغانان هجرت او پرديسۍ ته مجبور کړی دي .
د رارسيدلو مالوماتو له مخي به هجرت د درېو پرله پسې ورځو لپاره د کابل په بيا جوړې شوي سينما ( اريانا سينما ) کي نندارې ته وړاندي شي .
د کابل څخه د بېنوا ويبپاڼي خبريال خبر راکوي چي دا هم شونې ده چي په پورته ياده شويو ورځو کي به هجرت د کابل په ځينو نورو سينماګانو کي هم وښودل شي . خو په دې اړه تر اوسه پوري کومي بلي سينما کوم رسمي تړون نه دی لاسليک کړئ .
د هجرت هنري سينمايي فلم لارښود ( ډايرکټر ) ښاغلي واحد نظري بېنوا خبريال ته وويل چي تر دې وروسته نيت لري هجرت په کندهار کي هم نندارې ته وړاندي کړي ، چي لا يې ځای او نېټۀ نه دي څرګند شوي .
د يادوني وړ ده چي هجرت هنري سينمايي فلم په ننګرهار ، مزارشريف هرات کي هم نندارې ته وړاندي شي ، په وروستيو يادو شويو درېو ولايتونو کښي لا تر اوسه د فلم ښودلو په اړه دچا سره خبري اتري نه دي تر سره شوي .
په کندهار کي بېنوا فرهنګي ټولنه او د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزي څانګه د هجرت فلم ټولو کارکوونکو او درنو هيوادوالو ته په هيواد کي د هجرت هنري سينمايي فلم د ښودلو له کبله د خوښۍ څرګندونه کوي .
",هجرت د کابل په اريانا سينما کي
3289,فضل الرحمن کټوازی -کوریا,"
فضل الرحمن کټوازی -کوریا ( ٢ غويی ١٣٨٤ لمريز",جاپان خو عفوه وغوښته خو آيا........ ؟
3290,د هوسۍ مجلې اداره,"
نـــه بـــدلـېږمه افغان يم، څو چې يـــم
زه د ګران افغانستان يم، څو چې يم استاد رفېع
د يوه هېواد په رښتينو ارزښتونو كې: ملي ژبه، ملي كلتور، ملي سرود، ملي بيرغ او... راځي چې د هماغه هېواد اوسېدونكي ورته درناوى لري، ساتنه، پالنه او دودونه يې خپله ملي دنده ګڼي.
افغانستان هغه هېواد دى چې تل د مغرضو هېوادونو، په ځانګړې توګه ګاونډيو هېوادونو د پټو او ښكاره موخو، نيتونو او دريځونو له كبله ځپل شوى، ملي ارزښتونو ته يې سخت زيان وراړول شوى دى.
په دې وروستيو كې د افغانستان زيات ملي او رښتيني ارزښتونه له ستر ګواښ سره مخ شول، چې بيا هم ګاونډيو هېوادونو بېلابېلې پروژې او ستراتيژيك پلانونه پلي كړل، په افغانانو كې يې قومي، سيمه ييز او ژبنيز تعصبونه راوپارول، كله يې ملي مشران ورته وښكنځل او دا دى اوس يې په نورو ارزښتونو پسې هم رااخيستې ده.
افغانان ډېر سپن او سپېڅلي زړونه لري، چې ډېر ژر پر هر څه باور كوي، هغه مهال چې له اسلام اباد څخه خيبر ټي. وي په خپرونو پيل وكړ، نو زياتو افغانانو يې هركلى وكړ، آن چې ډېرو بېوسه افغانانو به د دې ټلويزيون چلوونكو ته ټليفونونه كول او مباركي يې وركوله.
كله چې په افغانستان كې د كلتور وزارت په ځانګړي امر سره پر دې ټلويزيون بنديز ولګول شو، زياتو افغانانو پر دې كار نيوكه وكړه او په دې باور وو- كه خيبر ټلويزيوني چينل بندېږي، نو دا په لسګونو ايراني چينلونه دې هم بند شي.
په دې وروستيو كې د افغانستان يوه ملي ترانه، چې د افغانانو واړه ماشومان هم ورسره بلدتيا لري او دا ترانه د هر افغان په اروا او رګ- رګ كې غزونې كوي، د خيبر ټلويزيوني چينل له خوا بدله كړل شوې ده، حال دا چې افغانان د جنون تر حده ورته درناى او ورسره مينه لري او له شل- پنځه ويشتو كلونو راهيسې د افغانستان په راډيو- ټلويزيون او نورو ږغيزو رسنيو كې خپرېږي. په ټولو افغانانو كې يوه منل شوې ملي ترانه ده، چې په بهر كې مېشت افغانان د همدې ترانې په اورېدو اوښكې تويوي:
دا زموږ زېبا وطن
دا زموږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دى
دا افغانستان دى
د خيبر له لوډسپيكرونو څخه يې دا بڼه خپره شوه:
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطندا پر مونږ ډېر ګران دی
ښكلی پاكستان دی
ټول افغانان دا كار په كلكه غندي او د ستر ملي شاعر ارواښاد ملنګ جان په شعر كې دا لاسوهنه او سپين سترګي د دې ټلويزيوني شبكې يوه ستره جفا ګڼي او د خيبر ټي. وي له چلوونكو څخه په ټينګه غوښتنه كوي چې بخښنه دې وغواړي، كنه افغانان به يې دا خيانت په نړيواله كچه رسوا كړي.
هيله ده هغه افغانان چې لږ تر لږه ځانونه افغانان ګڼي او له خپلو ملي ارزښتونو سره مينه لري، د خيبر چلوونكو ته دې د برېښناليك پر دې پته برېښناليك ولېږي: webmaster@avtkhyber.tv او د خپلو ملي ارزښتونو دفاع دې وكړي. ځكه هغه څوك چې افغان او افغانستان نه مني، هغه د كوم حق له مخې د استاد اولمير په ږغ كې ويل شوې دا ملي ترانه بدلوي او د پاكستان تورى ورزياتوي؟؟؟ كوم پاكستان، هغه چې زموږ د هېواد په ورانۍ كې لوى لاس لري؟ كوم پاكستان هغه چې زموږ فابريكې يې د كباړ په نامه رانيولې او هرڅه يې راڅخه تالا ترغه كړل؟ داسې ښكاري چې اوس يې ګران افغانستان په ملي او افغاني ارزښتونو پسې رااخيستې ده، چې هېڅكله به يې هم دا پلان پلى نه شي.
كه رښتيا هم پر دې ترانې باندې د پاكستان ورتپل يو روا كار واى، دا كار به پخوا د استاد اولمير له خوا كېداى، چې په خپله د پېښور و.
بله ورځ به خيبر چلوونكي د خوشال بابا له شعرونو څخه هم د افغان توري باسي او پاكستاني به ورسره زياتوي؟!! د ستر رحمان بابا له شعرونو څخه به هم د افغان تورى باسي؟ د پښتو غزل د پلار امير حمزه شينواري له شعرونو به هم د افغان تورى باسي او پاكستانى به ورزياتوي؟
د افـغــــــان په ننګ مـــې وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشال خټك يم
ستر خوشال بابا
***
ما كوز ورته لېمه كړ، زمـــــــا سر نه ټيټېده
شايد چې په الفت كې هم افغان پاته كېدم
حمزه بابا
د افغان او افغانستان د سرلوړۍ، بريا او نېكمرغۍ په هيله
د هوسۍ مجلې اداره
پوست بكس شمېره ۶۳۳
كابل- افغانستان ",دا زموږ زېبا وطن(د توطيه ګرو د دسيسو ښكار شو)
3291,فريشته جلالزۍ – کابل,"
فريشته جلالزۍ – کابل ١ غويی ١٣٨٤ لمريز
تېروتنه
هغه سهار چي کار ته راغلم نو حالت يو څه بدل و ، په دفتر کي بله خوشبويي وه ، هرومرو کوم مېلمنه راغلی و ، ځکه دفتروال دومره بوخت و چي ځينو به يې مخونه لا همدلته په دفتر کي مينځل ، نو عطر وهل خو لري خبره وه ، ښايي دا به د قناعت وړ دليل نه و ، دا عطر ماته نا اشنا و ، او له دې چي خلک يو تر بل تېرېدل د لوړو خبرو اواز اوريدل کېدی ، نو پوه شوم چي کوم څوک له خارجه راغلی دی ، کورني مېلمه ته څوک دومره منډي رامنډي او خوش امد نه وکوي . زه خو هره ورځ په دفتر کي وم او په دې ښه خبره وم چي له چا سره خلګ څنګه چلند کوي .
څوک دی ، څه خبره ده ، له همدې انګېرنو سره اخته ومه چي يوې همکاري مي پر اوږه لاس کښېښود او خندا سره يې راته وويل ، سهار دي په خير ، ولي ناوخته راغلې ؟ ورته ومي ويل : نن مي په کور کي څوک نه و ، تر څو مي د کور کار خلاصاوه لږ ناوخته شو ، دا نن خو لا هسي هم ناوخته له خوبه پاڅېدلې وم . خو ته ووايه چي څه خبره ده ؟
هغې وويل ليونۍ ته خو که دنيا اوبه هم واخلي نه يې خبره په کوم خوب او خيال کي يې ؟
_ اې خورکۍ ، خير دی ، خو ته يې راته ووايه څه خبره ده ، څوک راغلی چي ټول داسي بوخت ښکارئ ؟
هغه موسکۍ شوه او ويې ويل : ........ صاحب راغلی دی ؛
.... اه ... یوه شېبه مي داسي احساس وکړ چي زړه مي چا په موټ کي واخیست او له ما لري يې غوځار کړ .
لاس او پښې مي د يوې شېبې له پاره يخ کرخ سول ، ... همکاري مي وويل : هې دېته ګوره ، ليونۍ ستاولي ځکندن شو ، زموږ په اداره کار نه لري ، مستانه خلک دي ، چکري راغلی دی . هغه په څرخ تاو شو ه او له ما ولاړه ، خو خبري يې لکه په منګي کي چي چيغه کړې ، زما په غوږونو کي انګازې وکړې . . . . . . . مستانه خلک دي مستانه خلک دي مستانه . . . .
هغه ليکوال و ، يوازي د انټرنټ او يو شمېر نرو فرهنګي کارنو له لاري مي پېژاند ، او برېښناليکونه به مو سره بدلول ، هر ليک به يې له ډېرو خوږو خبرو ډک و . د هغه هره خبره به لکه هغه پېغله چي زلمی اشنا يې له وطنه ليري د قطر هيواد د ولور ګټلو له پاره په مساپرۍ تللی وي ، او دی يې د سرټيکری او د زيارت رڼا کول ، د بيرته راتلو نذر منلی وي ، تودې تودې زما د زړه په هره خونه او دالان وګرځېدی په هره تاخچه کي به يې د ميني او امېدونو بې حسابه شيطانوکي ولګول . . .
موږ دواړو تر اوسه نه و سره ليدلي ، خو دا زړه نه دی ، په انسان باندي ټولي کانې او فسادونه همدا زړه کوي ، سړی لاس تړلی دبلا خولې ته ور اچوي داهم زړه غوښتل چي هره ورځ برېښناليک ور واستوم خو دواړو به ډيري مؤدبانه خبري کولې ، مابه ورته وليکل :
گران او محترم دوست ( . . . . صاحب )
زما سلامونه ومنئ خدای دي وکړي چي جوړ روغ به یاست ....... یو شمیر رسمي خبري ....او بیا هم له درناوي سره . . .
هغه به هم یوازي توري اړولي وو خو گوتو به يې توري داسي کارول چي ورسره به يې زما د زړه ولونه واړول را واړول .
زما او د هغه اړيکي لکه برېښنا داسي چټکي رواني وې لس بریښنا لیکه به مو نه وو سره بدل کړي چي د لیکنو کرښو مو رنگ بدل کړ ...
نور به هغه راته لیکل :
دزړه سره ... دسترگو توره ... گراني ( . . . . . )
هره ورځ دي تر لس زره واره زياته يادوم ، او بيا به يې ټولي خبري په مينه کي راونغاړلې او وبه يې ليکل . . . زما ټوله مينه درسره ده .
ماته کله هم چا داسي خبري نه وې کړي ، مور، پلار ماما ، کاکا ، ښوونکی ، . . . دا ټول هغه کسان وو چي ما په دې خپل ٢٠ کاله عمر کي ليدلي و ، خو يوه هم داسي نه وم نازولې ، زه يې هغه د خلکو په خبره له ژونده ايستلې وم ، خوب مي ورک و ، که کمپيوټر کتاب وای ، نو په يوه اوونۍ کي به يې پاڼي شړېلدي وای ، خو له دې سره يو ډېر زيات خوندو ر احساس لکه د حمل د مياشتي په سهار وختي چي کړکۍ خلاصه کې ، سړه هوادي چي د باران واړه واړه څاڅکي هم ورسره وي په مخ ولګېږي ، او ته له ډېله خونده سره ځان کلک په بړستن کي راتاو کړې ، اخ . . زه يې نه شم درته ويلای چي څنګه . . . . د عکس مي يوه ورځ ورته وويل چي په برېښناليک يک يې راواستوي ، راته ويې ويل سکينر نه لرم او دغه پلمه يې په بيا بيا تکراروله ، چي لېدو ته يې نوره هم زما تلوسه زياتېده خو نه پوهيږم چي ولي مي بيا ورنه د عکس غوښنه ونه کړه ، ښايي زړه به غوښتل چي دی خپله ووينم ، ما به تل دا خواست له خدايه کاوه چي ژر هغه ووينم . . . زيارت ، پير ، شهيد ، خو لا څه کوې چي د خټو کومه کوډله به په مخه راتله نو بې اختياره به مي لاسونه پورته شول ما به نه غوښتل خو زړه به مي وويل (( اې لويه خدايه ! ستا خو هر شی په خپل لاس کي دي ، زما دا ډول ژوند واخله ، خو چي زه هغه ووينم ربه ! ))
کله به مي زړه ډېر تنګ شو ، خديه دا څوک دی چي زه يې په خپل زړه کي ناست بولم خو چي سترګي پټي کړم هر څومره چي د مغزو پاڼي اړوم نه يې شم پيدا کولای د هغه هيڅ تصوير مي نه شوای جوړولای د ورځي خو به ډېره په منډه کي وم ، خو تمامه شپه به مي دا يوه سودا وه چي څنګه به وي ، بيا به مي ويل حتمي به يې لوړه ونه وي ، غنم رنګې توري سترګي ، ښکلی ځوان . . . يا . . .
رښتيا ګوی زما ښکلا ډېره خوښه ده ، کله به مي ځان ته وويل که داسي نه وو بيا ـ . . نه داسي امکان نهلري هغه چي دومره ښکلي خبري يې زده دي ، هغه نه نه . . . د سوچونو همدا مرۍ به مي پېيلې خو غاړګۍ به مي لا نه وه جوړه چي خوب وړې وم اوبيا به هم همدا لټه . . . زه کړکۍ ته مخامخ ويده کېدم ، هره شپه به مي ښه وليدل چي سپوږمۍ به راوخته ، زما تر مخ به ودرېده ، ما به تصويرونه جوړول او ړنګول ، خو چي انځور به نه شو جوړ ددې خواري زړه به هم راته په تنګ شو او رانه ولا ړه به .
بيا به مي وويل ايا نه ليدلې هم له چا سره مينه کېدای شي ،؟ زه يې نه منم دا لوی عيب دی .
ما به ويل که مي وليد حتمي به دا پوښتنه ورنه کوم چي ولي يې له دې ټولي دنيا د ميني غاړګی ماته راپه غاړه کړې . کله به مي په اينه کي وکتل او له ځانه سره به مي وويل : ايا زه دومره ښکلې يم ايا ددې دومره ميني وړ يم !؟
او نور داسي ډېر سوالونه . . .
وخت لکه باد داسي ځغاست او زه لکه د ونو پاڼي ورسره لوېدم ، لګېدم خوتلم ، لکه رمه چي تېره شي اوورپسې ليري په دوړو کي ورک شي ، زه هم داسي په زرو سوداوو کي ورکه . . يوه ورځ چي مي خپل برېښناليک خلاص کړ له زيات حيرته مي سترګي تروي شوې ، او و و و و و و و خدايه دا څه وينم !؟
دا يې راته ليکلي و چي کابل ته راځي خو دا يې نه و ليکلي چي څه وخت زما د ټولو پوښتنو د ځواب ورکولو لپاره .
او نن هغه ورځ وه ، زړه ناړه دفتر ته ننوتم ، ماداسي نه وه منلې چي هغه به دومره ژر راځي ، کاشکي هيڅ نه وای راغلی ، بيا يچ راغی کاشکي مي د زړه ټولي خبري ورته کړي وای .
هغه ځوان نه و ، برگ برگ تور سپین سر يې په چيغو چيغو دا اقرار کاوه چي ښايي ٥٠ پنځوس کاله به د عمر مېلمستيا خوړلې وه .
ښايي يو وخت به هغسي و لکه زما زړه چي ګڼله ، خو اوس . . دوی وای په اروپا کي لمر ډېر نشته ، نو ځکه يې زما د خيال غنم رنګی تک سپين کړی و ، د سترګو رنګ يې هم خامو لمرونو خام کړی و .
دومره محترم و چي ورسره مينه کول هم د ګناه رنګ اخيست ، اول خو نه ما هغه ا ونه هغه زه پېژندلم ، خو دا کومه ګرانه خبره نه ده ، سره معرفي يې کړو . . . بيا هم زړه . . . دا کلانکار سړی کله خپلي رايي ته پرېږدي . . . زما دا تېره ژبه چي په ساعتونو خبرو به نه ستړې کېدله ، د هغه په لېدو ګونګه شوه ، زه په دې هم يوه يم دا ه مزړه غوښتل چي يوازي د هغه خبري واوري او بس .
چي راته ويل يې :
. . . ته ډېره لايقه او با استعداده يې . . ته بايد ليکني وکړې ، ستا دا ډېر ښه ادبيات او خوندور احساسات چي سره ګډ شي شهکار به جوړ کړي . ستا اېمايلونه چي به مي لوستل ياني په رښتيا چي ښه استعداد لرې ، زه ستا د احساس درناوی کوم ، خو يوه اصلي موضوع چي تاته يې ويل غواړم هغه داده چي ما له ډېري مودې راپه دې خوا پر يوه ناول باندي کار کاوه ، د هغه لهپاره مي همداسي يوه احساس ته اړتيا لرله ، د يوې طبعي ميني همداسي انځور مي غوښت چي جوړ يې کړم ، نو ځکه مي تاته دا دومره موده زحمت درکړ او تادي هم خپل قيمتي وخت ماته راکړ ، له تا ډېره مننه له ما سره دي په رښتيا چي ډېره مرسته وکړه ، نور مي وانه وريدل يوازي د خولې سترګو او لاسونو حرکات مي يې ليدل . . . . نو ځکه خو ما هيڅ هم ونه ويل يوازي مي ورته کتل . . . . دې ته مي کتل چي څنګه يې زما د خيالونو دنيا ړنګه کړه . . په يوه شېبه کي توره دريشي د هغه ټوپک سالار په کميس او پرتوګ بدله شوه . چي له ډېرو خيرو يې رنګ اوښتی وي . . . ورېښتان يې اوږده سول ، غاښونه يې تېره کاږه واږه سول ، تر غاړي تاو نېکټايي يې د ټوپک په بند بدله سوه ، . . . سترګي مي وليدې چي څنګه يې زما ميني ته بق بق کتل . . .
هغه لکه چي رښتيا هم مستانه و . مستانه مستانه يې سترګي غړولې . . .
له خپله ځايه پورته شو
بيا يې په ډېره ارامي او سړه سينه خپل ليکلی کتاب ماته په لاس کي راکړ ، او ويې ويل : دا کتاب ولوله هيله ده چي ډيري نوري خبري به ورنه زده کړې ، ښايي په زړه کي به يې دا وو چي ( وچ خوړ ته ګولې اېستل تېروتنه ده )
د کتاب پښتۍ ته مي وکتل ، ورباندي ليکل شوي وو :
. . . تېروتنه . . .
", تېـــــــــــــــــــــــــــــروتـــــنــــه
3292,فضل الرحمن کټوازی – سهيلي کوريا,"
فضل الرحمن کټوازی – سهيلي کوريا
٣ غويی ١٣٨٤ لمريز
ګرانو لوستونکو او په وطن مينو وطنوالو زه دخپل ګران ټاټوبي افغانستان او دسپيڅلی افغان کلمې دساتلو لپاره ستاسي نه دزړه له اخلاصه هیله لرم چه دپردو ددې نوي استعمار په وړاندي دي رامخکي شي او زمونږ عام وګړي په دې پوه کړي چه زما اوستا دګرانو ګاونډيانو دا اوسنی غیری مستقیم استعمار ډيرخطرناک دی او ددې استعمارشاته پټ لاسونه کارکوي چه هغه زما او ستا د تاريخي هويت دښمنان دي دا تاريخي دښمنان اوس ديوې او بلي لاري نه غواړي چي خپلي شومي توطيې پرمخ بوزي او زما اوستا دغريبۍ څخه دناوړه ګټي اخستو په مقصد کله درسي توکي راته چاپه وي او زما او ستا طبيعي نوم دافغان پرځای په افغانستانی اړوي ترڅو په راتلونکي کي دافغانستان دوېش يوه نوې طرحه او پالیسي پرمخ بوزي ، اوس سوال دادي چه دپنجاب واکداران دی مونږ ته دکوم ملی احساس لاندي تلويزيون جوړکړي . دادومره وخت ولي دپاکستاني واکدارانو سره دا احساس پيدا نه شو چه پښتنو ته دي يو بېل چينل جوړکړي.
زما اوستا عام وګړي چي نومونه يي لاهور خان او کشميرخان وي هغوی به ددې پټو دسيسو څخه څه پوهه ولري،هغوی خو صرف دخپلو ګټو لپاره ددې هيوادونو شناختي کارډونه او پاسپورتونه لري. اوس سوال دا پيداکيږي چي د خداي بخښلي استاد اول مير دا ترانه به ولي نه بدليږي څوک به ددې دسيسې څخه پرده پورته کوي ،زمااوستا دپوهانو او سياستمدارانو دا وجدانونه به تر څو ويده وي.
زما او ستا بعضي وروڼه په پوهنتونونو کی دپتلون او نکتايي سره مبارزه کوي،ګرانو وروڼو پتلون او نکتايي دومره خطرناک ندي لکه څومره چه زما او ستا دګاونډي هيوادونو دانوې کلتوري ديپلوماسي .
زما او ستا افغان خويندي او وروڼه دخيبر په نامه دې تش په نامه پشتو چينل ته کارکوي،او حتی ددې چينل نطاقان هم دي . خو اوس سوال دا پيداکيږي چي ولي زما اوستا وروڼه او خويندي دې دپردو دشومو دسيسو ښکار شي .
آيا زما اوستا دولت په خاصه توګه دپردودنوي کلتوري ديپلوماسۍ په نامه دجوړشوي وزارت اطلاعات او فرهنگ، زما او ستا دې په هنر مينو ځوانانو ته موقعه ورکړې؟
آيا په دی دري نيمو کلونو کی زما او ستا تلويزيون ددې جوګه شوی چه نړۍ خو پريږده دافغانستان په ولايتونو کي خپروني ترسره کړی؟
آيازما او ستا دطبعي وطن دا تلويزيون ملي بڼه لري؟
د بلي خوانه دآزادو مطبوعاتو په نوم شخصي تلويزوني شبکوته اجازه ورکول کيږي چي دفعاليت اجازه ترلاسه کړي،داهرڅه دیوي پټي دسيسې لاندی ترسره کيږي .
ددې تلويزوني شبکو شاته ډيرناڅرګنداوناولي لاسونه کارکوي ددې شخصي چينلونو دا مصارف دکوم هيواد نه راځي داهرڅه يولوی سازش دی چي دا هيوادونه يې پرمخ بيايي ترڅو داوږدمهاله پټو پلانونو له لاري خپلي ګټي خوندي کړي . اوس قضاوت تاسي ته پريږدم،ولي چي يو طرفته يي ملا راته پيداکړي چه که دتلويزيون نوم واخلم هسي نه چه دوزخي شم او بل طرفته زما او ستا نوی نسل دپردو ددې نوي کلتوري ديپلوماسۍ په وجه خپل طبیعی افغان هويت هم له لاسه ورکړي او ورکوی يې .
",دا زموږ زېبا وطن - دا وطن مو ځان دی - دا افغانستان
3293,,"
٣ غويی ١٣٨٤
د زابل په ولايت کي پر موټرسايکل ګرځېدلو بنديز لګېدلی دی
د زابل ولايت امينتي مسولينو د نا امنيتۍ دمخنيوي په خاطر د راتلونکو دوو اوونيو لپاره د موټرسيکل پر چلولو او پر هغوی باندي د تېلو پر پلورونکو بنديز لګولی دی .
ويل کيږي چي په وروستيو کي يو شمېر برېدونه د طالبانو له خوا پر موټرسيکل سپرو کسانو تر سره کړي دي .
دزابل ولايت امنيتي چارواکو خبريالانو ته ويلي دي چي د راتلونکو دوو اوونيو په اوږدو کي پر ټولو موټرسايکل چلوونکو د پېژندني ځانګړي کارتونه وويشي . چي وروسته به موټر سيکل چلوونکي د کارت په ښودلو سره موټرسايکل ته تېل اچولای شي .
امنيتي چارواکو اعلان کړی دی چي هر هغه څوک چي غواړي د راتلونکو دوو اوونيو په دننه کښي د خپلو موټرسيکلونو نه کار واخلي مجبور دي چي لومړی د موټرسايکل چلولو د اجازې کارت ترلاسه کړي .
",د زابل په ولايت کي پر موټرسايکل چلولو بنديز ولګېدی
3294,,"
",
3295,عبدالله احسان - هالنډ,"
دا وطن دی ځان زموږ دا وطن ايمان زموږ
وايي په خاپـــــــوړو کي داسي ماشومان زموږ
دا مـــــــــو د بابا وطـــــن دا مــو د دادا وطـــــــــــن
په موږ باندي ډېر ګران دی دا افغــانســـــــــــتان دی
",دافغانستان ملي ترانې بڼه اړول په کلکه غندو
3296,,"
٣ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو د ليسو فارغانو د کانکور د ازموينو د نتيجو د اعلان څخه وروسته پر دغونتيجو نيوکي کړي دي.
دوي د لوړو اومسلکي زده کړو چارواکي په دې تورنو ي چې په نتيجو کې يې لاس وهنه کړي ده او خپل خپلوان يې په ټيټو نمرو د کابل لوړو تعليمي موسسو ته او دوي يې د ښو نمرو په لرلو سره بيا هم دلرو پرتو ولايتونولوړوتعليمي موسسو ته معرفي کړي دي.
ددوي په وينا د لوړو زده کړود وزارت مخې ته امنيتي کسانو دوي وهلي ټکولي هم دي.
",دکانکور په نتيجو د دفارغانو نيوکي
3297,,"
٣ د غويی ١٣٨٤
د المان په هنري فسټيوال کې درې افغاني فلمونو : خاوره او ايره، نيلوفر په باران کې او درې ټکو (سه نقطه) ته جايزې ورکړل شوي.
په دغه فسټيول کې لومړۍ جايزه درې ټکوته ورکړل شوه او پاتي دوو فلمونو ته هم د ښه فلم ليک اوفلم جوړونکي جايزې ورکړل شوي..
",د المان په فلمي فسټيول کې درې افغاني فلمونو جايزي واخېستې
3298,غفور لېوال - واشنګټن امريکا,"
غفورلېوال ٢٣ اپرېل ٢٠٠٥ واشنګټن
ددوه زره پنځم كال داپريل په يوويشتم ماښام دامريكې په پلا زمينه واشنګتن ښاركې دا فغاني سفارت او نشنل جيوګرافيك سنټر په مټ دافغان لرغونپوه ښاغلي زمريالي طرزي د هڅو او په ټوليزه توګه دافغانستان دلرغونوآثارو په هكله ديوه فلم پرانيستنه وشوه ، چې (( دافغانستان وركې خزانې )) نوميږي . په دې فلم كې دباميان دسترو بوداګانو راپرځېدل وښوول شول خو تر څنګه يې په سيمه كې ددرييم بودا چې په (( ويده بودا)) مشهور دى ،دموندلو لپاره دښاغلي طرزي هڅې او برياليتوبونه هم دپام وړ وو. دفلم جوړونكي باور لري چې دا په نړۍ كې تر ټولو ستر ه مجسمه ده چې اوږدوالى يې د ايفل تر برجه هم ډير دى . ښاغلي طرزي وويل، له ډيروڅېړنو او كيندنو وروسته موددغه بودا دپښو يوه برخه وموندله ، خو كله چې ډاډه شوم هغه دلته دى نو كاريګروته مې وويل چې بيرته خاورې پرې ورواړوي چې بيا بل وخت په ډاډ اوحتياط سره كيندنې پرې وشي. دفلم بله په زړه پورې برخه دطلا تپې دقيمتي خزانې په هكله وه چې له نيكه مرغه تر اوسه دولسمشرۍ په ما ڼۍ كې خوندي ده . د ويده بودا رابرسيره کېدل په نړيواله سطح يوه ستره فرهنګي پېښه ده،وړاندوينه کيږي چې ددغه بودا تاريخي ابهت اواهميت به دمصر له اهرامونو سره برابر وي٠ياد شوي فلم عاطفي جوړښت درلوده چې دليدو پرمهال يې پر ځينو افغانانو بر سيره بهرنيانو هم خپلې اوښكې تم نه شوې كړاى. ما له خپلو اوښكو سره څو كلېمې هم مل كړې چې دلته يې لولئ:
وركه خزانه
بودا!
ويده شه
دتاريخ تر خر وارونو خاورو لاندې آرام وغځيږه
لا (( اپه ګان )) دخپل نيكه څېره دغم دغبار شاته ويني
لا شغهار دغشيوخيژ ي لا ګوربت زخمي دى
او د ((لوى غر )) د ذهن ځالې له لمبو ډكې دي
لا پښتين نه شي اوريدلاى ستا د سترې ډ برينې سينې ورك درزونه
لا تور شيطان د (( براهې )) ګردونه مينځي د (( سيندو )) پر اوبو
لا هم پر موږه لمر دتور دجال له كوره خيژي
لاستا ددواړو تنديسونو له سوغاړو نه دودونه خيژي
بودا!
ويده شه
په آرام پريوځه
هو دا ريښتيا ده چې بخدي كې كې يې د (( ساك )) دپاچا ښكلې لور بربنډه كړله
طلا غونډۍ كې يې دسرو زرو له تاج څخه هډوكي تش كړل
خو ته ويده شه
ته آرام پريوځه !
دبخدينۍ شهزادګۍ روح لا له ګاڼو سره په كور پاتې دى
لا له سيندو يا له آمو څخه اوښتى نه دى
لا خو دساك دلور دګڼ كميس پاولي شرنګيږي
او لا دستر نورستان (( لام )) په (( الينو )) مين دي
لاهم ددنګو پكتانيو د قمې زرين لاسوندي بريښي
نو ته ويده شه، ته آرام پريوځه!
دبخدينۍ پيغلې ښايست ته مې سلام دى بودا
ستا دخوبونو پريشانۍ ته مې هم پام دى بودا
زه لا دزروكلوشاته بخدينۍ وينمه
چې اووه كنيزې پرې چاپيرې دي سينګار يې كوي
څوك يې باولۍ ، څوك يې والۍ څوك يې پېزوان سموي
څوك يې په هسكه سينه ږدي د (( سات ديوا )) زر څېره
بودا ښايست ته يې حيران يم خو ويريږمه پرې
چې څوك يې نن را نه هډونه له سيندو تير نه كړي
يا خو يې غلۀ د لا جوردو له آمو تير نه كړي
زه هم پوهيږم زړه مې ريږدي خو ويده شه بودا
ته دتاريخ د خروارونو خاورو لا ندې پټ شه
چې زه دخپلې بخدينۍ ښكلې ګاڼې وساتم
بودا ويده شه
ته خو ښه خبر يې
چې ستا دهډ هډ ماتوونكي څوك وو
تا خو دخپلو تنديسونو پرځېدل ولېدل
چې له (( ارك هنډ )) څخه ورهاخوا يې ديوان نشه كړل
نو ته ويده شه، په آرام پريوځه !
كله چې ما د ارشاك توره بيا په لاس ونيوه
او كانيڅكا مې بېرته راوست د باګرام ماڼۍ ته
كله چې لمر له پكتيانا څخه راوخوت او سوريا وخندل
ګندهارا ته چې مرغۍ له پرښاپوره راغلې
چې آسمايي بيا د ويشنو دپلاز بيرغ پورته كړ
او روهيليو دكوترو سپين خيلونه په هوا پورته كړل
بيا به ارجن له بهارته راشي
كليو پاترا به دنيل غاړې څخه راوړي زر مصري آسونه
آشيل به راشي دزيئوس پيغام به راوړي طلايي بګۍ كې
او سكندر به خپل زرين تاج ستا پښو ته كيږدي
زرتشت به راوړي د بخدي پيغلې ولور كې د كوبا ارغوان
اود روم پيغلې به ګاڅونو ته نڅيږ ي له لنډيو سره
اراكوزي زلمي به اچوي د څڼو څپې مست اتڼ ته
او هيندوګۍ راڼۍ به ناڅي دخيبر اتڼ ته
سمرقندي كوڅۍ به څرخي كاكړۍ غاړو ته
او هيندوكڅ به له پامير سره پيالې كړنګوي
بيا به نو تا راويښوو له اوږده خوبه بودا
بيا به دې باسو دتيارو له تور آشوبه بودا.
ددوه زره پينځم كال داپريل يوويشتمه
واشنگتن ښار-امريكه
- اپه ګان : دافغان لرغونې بڼه
- ګوربت : په ميدان وردګ كې ديوه غره لرغونى نوم دى
- لوى غر : د لوګر لرغونى نوم
- سيندو : نننى اباسيند، يونانيانو اندوس باله
- بخدي : دبلخ زوړ نوم
- - ساك : ساكيان دافغانانو هغه لرغونى پښت و ،چې سلګونه كاله يې پر هېواد واكمني درلوده.
- طلاغونډۍ : طلا تپه چې زرګونه لرغوني زرين آثار ور څخه موندل شوي.
- بخدينۍ : بلخي شهزادګۍ
- لام : دنورستان په افسانو كې هغه پهلوان دى چې په شهزادګۍ الينو مين و.
- الينو ( الينا) : دنورستاني افسانو اتله ، د لام معشوقه او دافسانوي ښكلا خاونده، د الينګار اوسنى نوم هم له همدې څخه اخيستل شوى او مانا يې د الينا مېنه يا كور دى.
- سات ديوا : ديوا په سانسكريت كې ځواكمن واكمن ته وايي چې د اوستايي دورې ارباب الا نواع به يې په دې القابو نومل ، سات ديوا دساتونكي ځواكمن په مانا ده ، چې زرينې مجسمې به يې دشاهي كورنۍ له مړيوسره خښولې چې ګواكې د هغوساتنه وكړي.
- ارك هنډ : د اټك زوړ نوم .
- ارشاك : آريايي اتل
- كانيڅكا : كانيشكا نامتو افغاني واكمن
- كوبا : دكابل زوړ نوم
- پرښاپوره : دپېښور زوړ نوم
- آسمايي : په كابل كې ددغه غره نوم له دوو ريښو آسه يانې نيكمرغي او مايي يانې مور څخه جوړ شوى چې مانا يې دنيكمرغي مورده.
- ويشنو : له هندي ارباب الانواعو څخه
- ارجن : هندي اتل، د مهابهارت په اتم پرب ( فصل) كې يې له خپل تربور كرن سره دجګړو كيسه راغلې.
- كليو پاترا : نامتو مصرۍ ملكه
-آشيل او زيئوس : ديوناني اساطيرو دوه نامتوڅيرې
-ګاڅونه : ګاتهونه يا ګيتونه زاړه اوستايي سرودونه چې دهېواد دلرغوني فرهنګ وياړمنه برخه ده.
- اراكوزې (اوسنى كندهار) پكتيانا (اوسنۍ پكتيا)، ګندهارا (اوسنى ننګرهار) دلرغوني افغاني مدنيت درې مهم منځي ( مركزونه ) .
- هيندو كڅ : هيندوكښ اوسنى هندوكش.
",د افغانستان ورکې خزانې
3299,,"
٤ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې يوه ښځه د نارواجنسي اړيکو په تورسنګ ساره شوی ده.
ويل شوي دي چې دغه وژنه پرون سهار وختي د بدخشان ولايت په شمال ختيځ د ارګو په ولسوالۍ کې تر سره شوی ده.
د ځايي حکومت يو چارواکی دغه وژنه تايد کړی ده خو د حکومت لاس لرنې يې نه ده ياده کړي او ويليدي چې په دې اړه پلټني رواني دي.
",په افغانستان کې يوه ښځه سنګساره شوی ده
3300,,"
دغويي ٤ مه، پژواک خبري آژانس
نظرآباد علمي او کلتوري ټولنې دعلامه پوهاند استاد عبدالشکور رشاد په ياد د غويي په درېېمه نېټه غونډه جوړه کړه.
په غونډه کې چې سلګونو تنو ليکوالانو ، شاعرانو ژورنالستانو او دعلم او ادب مينه والو په کې ګډون درلود د ادبياتو د پوهنځي پخواني رئيس استاد فضل ولي ناګار، پوهاند ډاکتر زيورالدين زيور، استاد پوهيالي لال پاچا ازمون، دننګرهار مديوتيک مشرعبدالغني هاشمي، دلاور نظېرزى شېرزاد، ددولت دقضاياو درياست مرستيال مولو ي محمد هارون عابد او ګڼونورو ګډونوالو وينا وکړې.
غونډه د د ې ټولنې د مشر وتلي ليکوال او شاعر قاضي محمدحسن حقيار پر وينا پيل شوه چې، په ترڅ کې يې دارواښاد پوهاند رشاد په اړه مقالې ولوستل شوې، بيا مشاعره وشوه چې، شاعرانو په کې درانه ارواښاد ته دعقيدت نذرانې وړاندې کړې،په دې غونډه کې دهيواد دنوم وتوممثلينو له خوا دوه په زړه پورې تمثيلي پارچې هم وړاندې شوې چې، دګډونوالو دځانګړې پاملرنې وړ وګرځېدلې.
پوهاند ډاکترزيور په خپلو څرګندونو کې وويل: (( که د سلو پوهانو پوهه يوځاى شي نود استاد رشاد پوهې ته به ونه رسېږي. ))
نوموړي زياته کړه چې، استاد لويه پوهه او شخصيت درلود او اويا کاله يې ادب ته خدمت کړى وو او هم يې له چارواکو څخه ډېره استغنا درلوده.
محمد حسن حقيار په خپله ويناکې وويل چې، استاد د خپل علمي او پوهنيزې لوړې کچې تر څنګ سياسي تقوا هم درلوده.
نوموړي زياته کړه: (( د استاد رشاد ځاى به تر ډېره وخته تش پاتې وي. )
په غونډه کې داستاد عبدالعزيز له خوا د نورزيه حقيار هغه شعر چې ،د استاد د رحلت پرمهال يې ليکلى وو هم ولوستل شو.
د يادونې وړ ده چې د نظراباد علمي او کلتوري ټولنې دوه کاله مخکې د ننګرهار ولايت، سره رود ولسوالۍ، د نظراباد په کلي کې جوړه شوه چې د ننګرهار پوهنتون ته څېرمه پرته سيمه ده او موخه يې په هېواد کې کلتوري او ادبي خدمتونه ترسره کول دي ",نظرآباد علمي او کلتوري ټولنې دعلامه رشاد په ياد غونډه جوړه کړه
3301,,"
غويى ٥، ١٣٨٤
کابل: د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د يوې چاودنې په ترڅ کې يو رومانيايي سرتېرى د يکشنبې په مازيګر هغه وخت ووژل سو او دوه نور ټپيان سول چې ددوى د ګزمې ګاډى د سړک له غاړي په يوه خښ سوې ماين وخوت. په ارغنداب کې امنيتي چارواکي وايي چې له دې ګاډي سره څلور نور د ګزمې موټران هم کندهار ته په لاري چې دا چاودنه پېښه سوه. زمرى خان، د ارغنداب ولسوال وايي چې دا له لېري څخه کنترولېدونکى بم و چې طالب جنګياليو ايــښى و. طالبانو هم په خپل وار، د پېښي پړه په غاړه اخيستي ده. رومانيا په اوس مهال کې په افغانستان کې د ٥٠٠ شاوخوا سرتېري لري چې له نړيوالو سوله ساتو او د امريکا په مشرۍ په ټلوالي ځواکونو کې په کار بوخت دي.
په رومانيا کې د دفاع وزارت چارواکو د يوه سرتيري د وژل کېدلو او د دوو نورو د ټپي کېدلو پخلى کړى دى. طالب جنګياليو په دې وروستيو کې په سهيلي ولايتونو کې، په تېره بيا کندهار او زابل کې خپل مرګونې بريدونه زيات کړې دي چې يو شمېر سيمه ييزو خلکو ته يې د سيمي د بې ټيکاوه کېدو انديښني پيدا کړي.
",د کندهار په چاودنه کې يو بهرنى سرتېرى ووژل سو
3302,,"
نن سهاروختی یوه یوکراینی الوتکه دکابل په هوایی ډگر دکښینستوپه مهال پرواز له کرښی ووته اود اور دلمبو شومه شوه . دروسی ساخت داکارگوالوتکه له ډوبۍ څخه کابل ته الوتی وه .راپورونه وایی چی دالوتکی شپږ سره سپرلی سخت ژوبل سوی خوسملاسی نه دپیلوت اونه یی هم دسپرلیو هویت ځرگند شوی
__________________________________________________
",نن سهار په کابل کي يوه الوتکه د اور لمبه شوه
3303,,"
٥ د غويی ١٣٨٤
د کندهار ولايت څخه د راپورونو له مخې طالبانو د ريګستان په ولسوالۍ برېد کړي و. د سيمه ايزو چارواکو په وينا د نښتو په ترڅ کې دوه سرتيري او څلور تنه طالبان وژل شوي دي.
خو طالبان دا ردوي او واي چې حکومت ته زيات تلفات اوښتي او د طالبانو يواځې يو تن ژوبل شوی دی.
دا نښتي په داسي وخت کې کيږي چې افغان او نړيوالو ايتلافي ځواکونو د کندهار ماله جات کلا بند کړی ، ځکه چې له هغه ځايه په ښار راکټونه توغول کيدل.
",د کندهار د ريګستان په ولسوالۍ کې نښتي شوي دي
3304,,"
غويى ٥، ١٣٨٤
کابل: شريف بسيوني افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ځانګړى استازى له خپلې دنده له هغه وروسته ګوښه سو چې په افغانستان کې يې په امريکايي چارواکو له بشري حقونو څخه د سرغړوني له امله سختي نيوکي وکړي. ښاغلى بسيوني چې د مصر تبعه دى په افغانستان کې يې له افغان بنديانو سره د امريکايي ځواکونو له لوري د ناسم چلند په اړه په ډانګ پېېلي خبري کولي. ده تېره اونۍ د بشر د حقونو د څار ډله Human Rights Watch دې ته وهڅوله چې د امريکا د دفاع وزير او د څارګرۍ د اداري د مشر د ځانګړي محاکمې غوښتنه وکړي د کوم په ترڅ کې چې له دوى څخه بايد په عراق او افغانستان کې د بنديانو د ځورولو او شکنجه کولو په اړه پوښتني ګروېږنې وسې.
",افغانستان ته د ملګرو ملتو د بشري حقونو استازى له دندي ګوښه کړاى سو
3305,,"
٥ غويی ١٣٨٤
تېره شپه ناوخته د کندهار ښار شمال خوا ته د لويي ويالې په سيمه کي د پوليسو يو موټر پر ماين وخوت . دا چاودنه په داسي حال کي رامنځته شوه چي تر دې لږ مخکي د کندهار دارغنداو په سيمه کي د سوله ساتو ځواکونو د رومانيې پر يوه ټانک باندي بريد شوی و .
دامنيې قومندان د دواړو پيښو پړه پر طالبانو ور واچوله .
د کندهار د امنيې قومندان جنرال سالم خبريالانو ته وويل چي د لويي ويالې د ماين په چاودنه کي موټر په مکمله توګه له منځه تللی خو ځاني زيان يې نه دی اړولی .
د پرون ورځي د ارغنداب په پېښه کي د يوه تن رومانيي پوځي د مړيني خبر ورکول شوی دی . په لاندني انځور کي د سوځيدلي ټانک د ټاير يوه ټوټه ليدله کيږي .
",د کندهار په لويه وياله کي چاودنه وشوه
3306,,"
٥ غويی ١٣٨٤ کابل
افغان ولس مشرحامد کرزی اندونیزیاته دخپل سفرپه اوږدوکي دجاپان اوهند له لومړیو وزیرانو دایران له مرستیال جمهورریس ، دملگروملتونوله عمومي منشي کوفي عنان اودپاکستان له ولسمشر جنرال پرویزمشرف سره وکتل .ددولت دریاست دمطبوعاتوله دفتر څخه په خپاره شوي بیان کي راغلي چي جمهورریس کرزی دجاپان له لومړی وزیر سره په افغانستان کي دبیارغوني او دبي وسلوکولو اوملکي ژوند ته دستنیدني په برخه له ولس مشرمشرف سره یې له ترهگرۍ سره دمبارزې دملگروملتونو له عمومي منشي کوفي عنان سره په هیوادکي په راروانو پارلماني انتخاباتو اوپه افغاني ټولني کي دښځو په برخه اخیستنې خبري کړي .ښاغلي جمهورریس به داپریل په څلرویشتمه په پلازمینه جاکارتا کي داسیا اوافریقا ترمنځ دباندنگ په نامه داقتصادي اوستراتیژیکوهمکاریو دکنفرانس گولدین جوبلي ته ورشي او وروسته به داندونیزیا له جمهورریس سوسولیو بامبانگ یودهیونو سره وگوري .
",ولسمشر کرزي د اندونيزيا په سفر کي
3307,,"
٧غويی ١٣٨٤
هوايي بيړيو ته د پيلوټانو دليږلو بېړۍ چي د روسيې د پوهانو په غوښتنه جوړيږي .
دا بيړۍ چي د(( کليپير)) klepir څو ځليز استعمال دهوايي بيړۍپه نامه نومول شوي ده (( ۱۴،۵)) ټنه وزن لري او فضا ته له ځانه سره فضا ته د(( ۷۰۰ )) کيلو گرامه او له هغې خوا مځکي ته د ((۵۰۰))کيلو گرامه بار د راوړلو ظرفيت لري .
دا بيړۍ دروسيې دنورو هوايي بيړيو په پيمانه دپيلوټانو لپاره دناستي زيات ځاي لري ،لکه په يوه عادي الوتکه کښي .دا بيړي پخپل نوع کې کاملا نوي اوپه زياتو مډرنو نوتخنيکي وسايلو او الاتو مجهزه ده، ددې هوايي بيړۍ په وسيله به ((۲۵ ))ځله فضا يي ستيشن ته پيلوټان ورسول شي .
ددي بيړۍ لمړۍ سفر چي دبلي الوتکي پواسطه به تر سره شي سږکال په دوبي کښي دلمړي ځل لپاره له مسکو نه پاريس ته دۍ
", فضاته د پيلوټانو او پوهانو د ليږدولو نوې بيړۍ جوړيږي
3308,افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ,"
په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون
دخيبر دره د افغان ځلاند تاريخ د سرښندنو او کارنامو يوه داسي پاڼه جوړوي چي د افغانستان د خپلواکۍ او د افغان د ازاد ژوندانه کيسې بيانوي .
د (( AVT خيبر )) تلويزيوني چينل چي پښتنو يې د خپرونو د پيل تود هرکلی وکړ او داسي يې انګېرله چي نوموړی تلويزيون به د افغان تاريخي برم او د افغانانو هويت لا پسي وځلوي ، پښتو ژبه به شتمنه کړي او د ټولو پښتنو تاريخي ارزښتونه به نه يوازي دا چي خوندي کړي بلکي وبه يې پالي .
خو په ډيري خواشينۍ سره خبر شوو چي د افغانستان يوه ملي سندره يې يچ د استاد اولمير په خواږه ږغ کي خپره شوې او د افغان ماشومانو ته د دادا او بابا د خاوري بيان او د خواږه افغانستان داسي درس ورکوي چي پېړۍ پېړۍ به له يوه نسل نه و بل ته پاته کيږي ، د يوه بل هنرمند په خوله بې خونده کړې ، پيکه کړې ، او د افغانستان د نامه پر ځاې پکښې د پاکستان نوم راغلی دی خپره کړې ده .
موږ د (( AVT خيبر )) دا عمل يوه غټه تېروتنه او اشتبا ګڼو او باور لرو چي (( AVT خيبر )) به په دا ډول کړنو خپل پښتانه ليدونکي او په ځانګړې توګه افغانان له ځانه پردي کړي او خپل اعتبار به له لاسه ورکړي .
په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه په داسي حال کي چي د (( AVT خيبر )) د چارواکو د هنري او کلتوري خدمتونو درناوی کوي او د پښتو ژبي د پرمختګ په لاره کښي ددوی د خدمت ستاينه کوي ، ددغي سندري د اړول شوې بڼي خپرول ناسم ګڼي او هيله لري چي (( AVT خيبر )) په راتلونکي کي په دې ته ورته کړنو لاس پوري نه کړي ، ددغي اړول شوي سندري د خپرېدو مخه ونيسي او د لر او بر ټول افغان ولس د درنښت له پاره د ملي شاعر ملنګ جان شعر د استاد اولمير په ږغ کي ( هغه چي اوس د افغانانو په يوه ملي ترانه اوښتې ) خپره کړي .
افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ
٥ غويی ١٣٨٤ لمريز
",په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون
3309,نظيفه غزل,"
وربل د ولسپالو افغان ځوانانو انټرنټ پاڼه ده، چي د٢٠٠٤ زيږديز کال د اګست له لومړۍ نيټې راهيسي د نړيوال جال (انټرنت) په ډګر کي په دوو ژبو (پښتو او انګليسي) په پرله پسې توګه ازادي او ناپېيلي خپروني کوي.
دا پاڼه تر ډيره د ښځو او ښځينه ادبياتو او په ټولنه کي د ښځو د ستونزو ږغ دى، چي د نړۍ په هر ګوټ کي د افغانانواو نړيوالو تر غوږونو رسيږي . ددې تر څنګ وربل د ولسپالو افغان ځوانانو ليکني، پيغامونه، اعلامېې خپروي، دغه راز د افغاني کلتور او ادبياتو په وړاندي د هر ډول کلتوري يرغل پرضد ليكنې خپروي . په دې برخه كې له هېچا سره معامله او مصلحت نه كوي.
ولسپال افغان ځوانان چي له ٢٠٠٢ زيږديز کال راهيسي په افغانستان کي د پرديو هېوادونو د کلتوري يرغلونو پر ضد په پرله پسې ډول مبارزه کوي، د جوړښت له مخي په هيواد او بهر کي هغه ښځينه او نارينه افغان ځوانان، ليکوال، ژورناليستان او د ملي احساس څښتنان دي، چي د يوه ملي او کلتوري غورځنګ په څير په ټينګه د خپل افغاني هويت ، افغاني کلتور او ادبياتو، ملي وياړونو، ملي ژبي، ملي ټرمنالوژۍ، ملي او تاريخي شتمنيو دفاع کوي او له هر ډول پردي کلتوري يرغل او ملي خيانت څخه پرده پورته کوي او په وړاندي يې په خورا زړورتيا دريږي.
په دې وروستو کي وربل د ولسپالو افغان ځوانانو يو شمير ليکني په پرله پسې ډول خپرې کړي، چي په هغو کي د افغانستان ملي ټرمنالوژۍ ته د ګواښ او پر افغانستان د ايراني کلتور او ټرمنالوژۍ د ورتپلو موضوع راسپړلې، دغه راز يې يو شمير ملي ضد څېرې بربنډي كړي، چي له مخي يې وربل ويبپاڼه د افغاني کلتور، ژبي، هويت او ملت ضد دښمنانو په سترګو کي اغزی ګرځيدلې وه، چي بالاخره وربل ويبپاڼه د همدغو ملي ضد ستميانو له لوري دروان کال د اپرېل مياشتې پر ٢٢ مه نېټه د کابل پر وخت د سهارپر څلورو بجو او ١٩ دقيقو د انټرنيت له مخي په ډېره بېرحمۍ سره ړنګه كړاى شوه او ټول هغه مواد چي په دې پاڼه کي ځای پرځای شوي وو- له منځه يوړل شول.
د وربل د ړنګيدو پر وخت د وربل سرور (د خدمت وړاندې كوونكي) چي له خپل ځان سره د کمپيوټر وروستۍ شمېرې (ای پي) ثبت کړي، چې په دې ډول دي 195.229.241.187 دا شمېره چي وروستۍ شمېره ده هغه ورځ د کابل پر وخت د سهار پر څلورو بجو او دوو دقيقو وربل ويبپاڼي ته دننه شوې وه . چي د دې تر مخه په هغه ورځ د کابل پر وخت د سهار پر درو بجو او ٣٨ دقيقو 84.217.60.166 باندي دغه شمېره د پاڼي په سرور کي ثبت ده. نوموړي دواړي دننه شوې شمېرې د نړيوال نيټورک شرکت له خوا تر څارني لاندي دي.
د ورانکارو هغه ارمان هم پوره نه شو، چې غوښتل يې د اوربل ويبپاڼي نوم او نوښان ړنګ شي او بيا يې څوك له ليكنو ګټه وانخلي.
ټولو پر وطن او کلتور مينو افغانانو او د وربل د پاڼي مينه والو ته زيری ورکوو چي د پښتني پېغلو وربل او د ولسپالو افغان ځوانانو ا نټرنټي مرکز د ورانکارو له منګولوڅخه وژغورل شو او يو ځل بيا يې د پخوا په شان د ملي ضد عناصرو زړونه ولړزول، خو د خپلو مينه والو زړونه يې خوشحاله کړل.
ژوندي او ګړندي دي وي ولسپال افغان ځوانان
نظيفه غزل
د وربل پاڼي مسووله
پنځلسم سړک ، وزير اکبر خان مېنه
کابل- افغانستان ",وربل د ورانکارو له منګولو وژغورل شو
3310,,"
سره له دي چه اوس انسانان په پوره توګه د سرطان څخه نشي جوړيداي ، خو د سرطانونو د وقايې او علاج له حقايقو څخه څرګنديږي چه د سرطانونو په هکله د انسانانو پيژندنه ورځ په ورځ ژوريږي او د زياتو ډولونو سرطانونو د وقايې او علاج په ساحه کي اطمينان يي هم قوي کيږي ، له تجربو څخه ښکاري چه د پاتولوژي ميکروب لکه ويروس او ميکروب نه يوازي د ډول ډول ناروغيو د رامنځته کيدو اصلي سرچينه ده ، بلکي د سرطانونو د پيدايښت عمده علت هم دی . د نړۍ روغتيايي سازمان او د امريکي د سرطان څيړونکي ټولنې د وروستيو کلونو راهيسې په امريکا او نورو هيوادونو کي د سرطانونو په باب احصايې او څيړنې وکړې او د لومړي ځل دپاره يي دا نظر وړاندي کړ چه د ويروس او ميکروب عفونيت د سرطان د رامنځته کيدو يو مهم علت دی، خو دغه نظر پخوا د زياتې توجه وړ نه دی ګرزيدلی .
د نړۍ د روغتيايي سازمان د احصايې لمخې په نړۍ کې يو په دريمه برخه سرطانونه د سګريت څکلو له امله رامنځته کيږي چه نور دوه په دريمه برخه سرطانونه د ناوړې تغذيې ، چاغوالي ، کم ورزشي او عفونيت له امله راپيداکيږي چه عفونيت د ناوړي تغذيې ، چاغوالي او کم ورزشي په مقايسه ډير خطرناک علت بلل کيږي . تر اوسه پوري ثابته شويده چه په سلو کي اولس سرطانونه مثلا د جګر ، معدې او د رحم په غاړه سرطانونه د عفونيت له امله رامنځته کيږي . خو په پرمختللو او پرمختيايي هيوادونو کي د سرطان د پيدايښت تناسب بيل دی په بله ژبه په پرمختللي هيوادونو کي د ناروغيو د وقايې او د بدن د عمومي معاينې په ساحه کي لازم او پروخت تدبيرونه نيول کيږي ، نو د سرطانونو د رامنځته کيدو ميزان ټيټ دی . خو په
پرمختيايي هيوادونو کي عمومي معاينه په ټاکلي وخت کي نشي ترسره کيداي ، نو د سرطانونو پيژندنه هم پخپل وخت صورت نه مومي .
د معدې سرطان د څلورو خطرناکو سرطانونو څخه شميرل کيږي چه اوس ددې سرطان د رامنځته کيدو علت څرګند شويدی چه د ايچو پي په نامه مکروب لخوا رامنځته کيږي . نو اوس د معدي د سرطان د وقايې په هکله ګټورې تجربې راغونډې شويدي ،مثلا د معدي په سرطان له اخته کسانو څخه په سلو کي ديرش برخه نامعقول غذايي عادت لري يعني د اوږدې مودې دپاره مالګين ، کباب او خراب شوي خواړه خوري او يا له حده کم الياف لرونکي خواړه خوري . د احصايي لمخې په تيرو وروستيو کلونو کي په اروپا کي د معدې په سرطان اخته کسان په سلو کي پنځوس کم شويدي چه علت يي دا دی چه دوي کم کباب او مالګين شوي خواړه خوري او زياتې ميوې ، سبزې ، شيدې او لبنيات خوري چه په نتيجه کي د وينو د فشار او زړه ناروغان او د معدې په سرطان اخته کسان کم شويدي . بل علت يي دا دی چه په اروپا کي سګريت والا کم شويدي ځکه چه د سګريتو زيات څکل هم د معدي د سرطان د رامنځته کيدو سبب دی په تيره بيا د ډوډۍ خوړلو په وخت کي سګريت څکي .
د هغو معلوماتو لمخې چه د نړۍ د روغتيايي سازمان لخوا تازه وړاندي شوي، اوس په نړۍ کي څوارلس مليونه تنه په بيلا بيلو سرطانونو اخته دي او هر کال نهه مليونه داسي ناروغان رامنځته کيږي . له بده مرغه هر کال اوه مليونه تنه د سرطان ناروغان مړه کيږي او له مړه شويو ناروغانو څخه يو په لسمه برخه د سرطان ناروغان دي چه له دې جملې څخه په سلو کي شپيته کسان د سږي ، معدي ، جګر ، کولمو، تي
، خوله او رحم په سرطان اخته شويدي . په چين کي هر کال يو نيم مليون تنه په سرطانونو اخته کيږي او يو مليونه دوه لکه تنه داسي ناروغان مړه کيږي ، په بله ژبه په چين کي په يوه دقيقه دوه تنه د سرطان له امله له دنيا څخه ځي يعني هره ورځ دوه زره اته سوه تنه داسي ناروغان مړه کيږي يا هر کال د يو مليون تنه نفوس لرونکي ښار تباه کيږي . د امريکي د سرطان د ټولنې لخوا د وړاندي شوي راپور سره سم سږ کال به څوارلس مليونه تنه په سرطانونو اخته شي او په امريکا کي به پنځه لکه اويا زره تنه د سرطان اخته کسان رامځته شي او هره ورځ به يو زرو شپږ سوه تنه مړه شي . ",د سرطان د رامنځته کيدو د علتونو په باب نوي نظريې
3311,,"
٦ د غويی ١٣٨٤
د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی دې چې دوي د غير قانوني نشه يې توکو يو لوي افغان قاچاق وړونکی نيولې دی.
دوي هغه يو داسې کس بولي چې د هرويينويا پوډرو د قاچاق له کبله د نړۍ د لويو قاچاق وړونکو څخه يو دی چې د نيولو لپاره يې ډېري هلې ځلې کيدلي.
فډرالي څارنوالان واي چې د بشر نورزي نيونه به په افغانستان کې د نشه يې توکو د غير قانوني کاروبار لپاره يو لوي ګزار وی.
د کندهار هغه ښاريان کوم چي حاجي بشر له نژدې پېژني وايي چي حاجي بشر د روسانو سره دجهاد په وخت کي په مقاومت کي فعاله ونډه لرله ، او بيا يې د ډاکټر نجيب الله دحکومت تر ړنګېدو ورسته دخپل منځيو جګړو او چورتالان په دوره کي تر ټولو لومړی د کندهار د سنګيسار په ولسوالۍ کي د طالبانو د تحريک د پيل لومړنيو کسانو خپله وسله وسپارله او ملکي ژوند ته راستون شو .
حاجي بشر ٣٨ کاله مخکي د کندهار دښار لويديځ خواته په ميوند ولسوالۍ کي زېږېدلی دی . او د طالبانو د اسلامي غورځنګ د پيل له وخت څخه بيا د طالبانو د امارت تر جوړېدو پوري يې د اسلامي امارت سره مرستي کړي دي .
حاجي بشر د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د يوې اوونۍ لپاره د امريکايي پوځونو له خوا زنداني شو ، تر خوشي کېدو وروسته پاکستان او بيا په ډوبۍ کي مېشت شو .
اوسنيو طالبانو د حاجي بشر نورزي په اړه وويل چي د دوی سره يې هيڅ راز مرستي نه دي کړي او نه هم په دې وروستيو کي د هغه په اړه مالومات لري . هغوی د هغه نيول د يوه مسلمان په توګه وغندل .او پر امريکايانو يې تور ولګاوه چي هر هغه سړی چي تر سترګو يې بد ايسي دطالب او القاعده په تور نيسي او بندي کوي يې .
",حاجي بشر امريکاته د تګ پر وخت نيول شوی دی
3312,کوچۍ,"
ورځ پاڼه ساينس:
د امريکااو برطانيي د څيړونکوله نظره د جنوبي قطب يخونه (ګلشرز) د مځکې د تودوخي له امله په ډېره چټکۍ ويلي کيږي.
دغه څيړنې د يخيو په ٢٤٤ ډېرو لويو ټوټو تر سره شوي چې د هغو په ٨٧ سلنو کې يې په تيرو پنځو لسيزو کې کوچنيوالې تر سترګو کيږي.
د څيړونکوپه وينا دغه يخي په تيرو پنځو کالونو کې هر کال تر پنځو مترو پورې ويلي شوي دي چې د تيرو پنځوسو کالونو پر پرتله يې چټکتيا ډېره زياته وه.
د دغه يخونو د ويلي کيدلو پايلې به د اوبو سطحه نوره هم لوړه کړی او دا د هغه هيوادونو لپاره د زياتې انديښنې خبره ده ، چې د سمندر د سطحې څخه لاندي پراته دي .
",د جنوبې قطب د يخيو ويلي کيدل ګړندي شوي
3313, احمد فواد (لامع),"
چې ډولۍ د يار وړل کيږي خبر راغی
په دردمن زړه مې ګوزار دخنجر راغی
ماخو نه وه ازمويلــــې دغه لاره
څو پرهوښ باندې راتلم داکمـر راغی
چې نصيب مې د تورتم ځنګلو په څېرشو
ماله هله دسپـوږمۍ مخ قـــدر راغی
راتر غوږه مې ګوګل نه د زړه ساز شو
چې راويښ شه اې غافله سحر راغی
ما دميـنې ډيوه بله کړه خپل زړه کې
ناببره پرې د مني ګـــذر راغـی
زما له زړه نه د ياقــوتو دانې څاڅي
پرې چې کله ستـا د ميني اثر راغـی
ما د يار لپاره خدای نه قاصد وغوښت
بد خبـر يې د هـــوا په وزر راغی
واړه ښکلي مې نظرنه شوه معدومـه
چې بصر ته مې د ژوند دا سفر راغی
(لامع) ځکه ډير کړيږي خپل غزل کې
چې په مخه يې د ژوند لوی ټکې راغی
نوی ښار-کابل ",د زړه ساز
3314,,"
٦ غويی ١٣٨٤
دامریکادسوداگرۍ مرستیال وزیر ویلیم لاش وایي په افغانستان کي خصوصي سکتور ته دودي ورکولو لپاره یوشمیرامریکایي شرکتونه په دې هیواد کي پانگوني ته راځي .دښاغلي لاش په وینادوی به دبگرامیو صنعتي پارکونوته وده ورکړي اودافغاني سوداگرویوه پنځوس کسیزه ډله به دروزني لپاره دامریکا متحده ایالاتو ته ور وغواړی . دامهال په افغانستان کي درې دیرش امریکایي او اتلس گډا افغان اوامریکایي شرکتونه په انجنیرۍ بیارغوني لوژستیکي اونورو برخوکي کارکوي .
",په هيواد کي بهرنۍ پانګه اچونه
3315,,"
٧غويی ١٣٨٤
دلوي استاد ارواښا د پلارصاحب دمړيني په مناسبت په سويډن کې ددوستۍفرهنگې ټولني دغم شريکۍ او خواخوږۍ پيغام !
په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان مشهورې او پياوړې سياسې او فرهنگې څيرې جان محممد ((پلار)) له دغي فاني دنیانه د ابد لپاره جامي کت کړې .
انالله وانااليه راجعون
جان محمد پلار دپښتو ژبې دتياتر او ډرام پلار و . جان محمدپلار نه يوازي په لوي قندهار کښې بلکي په ټول هيواد کې دهيواد ديو سپيڅلۍ فرهنگي سیاسي شخصيت په څير پيژندل شوې څيره وه، چي دخپل ژوند په ټوله دوره کښي يې يوازنۍ ارزو او غوښتنه د افغان ولس ښيرازي او په گران هيواد افغانستان کښې ددموکراسۍ او اجتماعي عدالت پلي کول وه .
پلار صاحب هغه ستر شخصيت ؤ چي هميشه يې تلاښ کاوه تر څو نورشاه زلمي هيواد ته د فرهنگي او وطنې چوپړ په روحيه ورزي ، ښه مثال او بيلگه يي دپښتو ژبي دراډيو، تلويزيون ، دتياتر او سينما پيژندل شوي څيره ارواښاد استاد ف فضلي ؤ چي څو ورځي مخکي دا افغانې فرهنگ له جونگړي نه دهغه کوچ زموږ لپاره د بيلتوندردونکې لهظه وه .
پلارصاحب هغه څوک دۍ چي دسپينو او رښتنيو دريځونو له مخي يې دپښتو ژبي او افغاني کلتور دفرهنگي غنااو ريالستيکو ادبياتو پر بنياد دهيواد دټولنيز ژوند دريښتني انعکاس په بر خه کې تر ډيرو زيات زيار ايستلۍ او پدي لار کښي دزياتو زحمتونو او کړاونو په گاللو سره دښه نوم خاوند ؤ .
دتل لپاره دپلار صاحب رخصت اخيستنه په افغاني فرهنگې او ادبې نړۍ کښي تر ډير حده داسي يوه تشه ده چي ډکول به يې موږ ټولو لپاره ډير گران وې .
د پلار صاحب له تخلص نه معلوميده چي پلار په خپله ريښته او وطن پالنه کې پلار ؤ .
پلارصاحب نه يوازي دادبياتو ،تياتر او تمثيل په برخه کې پيژندل شوې څيره وه بلکي په لوي قندهار او ټول هيواد کي ددموکراسۍ او اجتماعي عدالت دراوستلو له لمړنيو علمبردارانو او مينه والوهغه څيره وه چي پدي لارکې يي هر ډول قربانۍ او ستونزي ليدلې دې .
رښتيادا ده چي دپلار صاحب ابدي رخصت اخيستنه به موږ له زياتو فرهنگي اوادبي ستونزو سره مخامخ کړې .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگې ټولنه پداسي حال کې چي دپلار صاحب مړينه دهيواددفرهنگي او سياسي ژوندلپاره لويه او جبيره نه کوونکې دلاسه ورکونه او غميزه بولې ، ځانونه د ستر فرهنگي شخصيت ارواښاد پلار صاحب دمړينې په غم کې شريک گڼې ، دمرحوم دکورنۍ ټولو غړو او مينه والو ته دلوي خداي له دربار نه د صبر غوښتنه کوي .
دلوي استاد پلار صاحب روح دي ښاد وي .
وطن ته دچوپړ هغه شمعه چي د پلار صاحب دژونددلوړو ارزښتونوپه قيمت د هغه د ژوند تر وروستيو شيبو روښانه ساتل شوې وه دتل لپاره روښانه وې .
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگې ټولنې دمشرتابه په استازيتوب
حبيب الله غمخور
",ددوستۍفرهنگې ټولني د خواخوږۍ پيغام
3316,ګل اغا احمدي ( وردګ ),"
ګل اغا احمدي ( وردګ ) ٧ غويی ١٣٨٤
د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د مياشتې كودتا او د هغه خونړۍ پيښې هر افغان ته د خپل هيواد په سياسي ډګر كې يو تياره او بدمرغه تاريخ ور په زړه كوي او نوموړې پيښه د هغو ټولو ناخوالو، وژنو، خونړيو جګړو او د هيواد د ويجاړتيا بنسټ ګڼي چې په تيرو اووه ويشت كلونو كې ورسره مخ شوی دى.د غويي د مياشتې خونړۍ پيښه د هيواد د تاريخ په يوه داسې اساس پړاو كې د پخواني شوروي اتحاد د مستقيمې لاسوهنې په ترڅ كې د ځينو كمونيستو كركترونو او شوروي پلوه ډلو له خوا رامنځته شوه چې د سيمې د هيوادونو په څير افغانستان هم د يوه هر اړخيز پرمختګ په لوري نوي ګامونه ايښي او د يوه نسبتا غوره رژيم او قانون درلودونكى وو. د هيواد زياتره خلك خوښ او له خپل ژوند څخه راضي وو، قانون د ژوند په ټولو اړخونو خپلې مهربانې منګولې لګولې وې او د هيواد په پوهنيزو، ټولنيزو، سياسي، كلتوري، اقتصادي، صنعتي او هر اړخيزو چارو كې د پام وړ پرمختګ روان وو.
خو په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې وخت زموږ د هيواد له خلكو سره ياري و نه كړه او د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د اوومې ورځې كودتا مو دهيوادوالو د بخت كاسه نسكوره او په داسې يوه ستر ناورين او توره غميزه يې ورګډ كړل چې له يو نيم ميليون څخه زياتو هيوادوالو خپل ژوند له لاسه وركړ، په ميليونونو معيوب شول، د هيواد ياد شوي بنسټونه يې په ډير بې رحمانه توګه را روان او زموږ ښكلى هيواد يې د پرديو د تباه كوونكيو نظرياتو، وسلو او لاسوهنو په وسيله د تباهۍ كندې ته سم كړ.
سره له دې چې د غوايي د اوومې كودتا څخه وروسته د افغانستان د مسلمانو خلكو د پراخ پاڅون او لويو قربانيو په ترڅ كې تر ټولو لويه پيښه د پخواني شوروي اتحاد او په هيواد كې د شوروي پلوه رژيمونو يو په بل پسې ړنګيدل ګنلى شو خو د ۱۳۵۷ د غوايي د اوومې كودتا پيښې افغان برميال ولس ته داسې لويې لويې او نه حل كيدونكې لانجې په ميراث پريښودې چې منفي اغيزې به يې تر پيړيو پيړيو پورې هم په دې هيواد كې شايد موجوديت ولري چې موږ په دې ځاى كې د نړيوال پرمختګ له كاروان څخه د هيواد ليرې والي ته اشاره كوو.په دې لړ كې له ټولو څخه په لومړي سر كې د زړه سواندي حكومت او مشر درلودل د نړۍ د هر يوه هيواد په هراړخيز پرمختګ كې لويې لويې اغيزې لري چې د غويي د كودتا څخه وروسته افغانستان د دونيمو لسيزو په ترڅ كې له داسې يوه حكومت څخه محروم پاتې شوى دى چې هراړخيزه بڼه ولري او د هيواد زياتو خلكو ته د منلو وړ وي بلكې په هيواد كې د ګوډاګيو او نامنل شوو رژيمونو موجوديت، له هغوى څخه د خلكو كركه او نارضايتي، سياسي بې ثباتي او داسې نور فكتورونه د دې سبب شول چې هيواد مو د پرمختګ له كاروان څخه محروم پاتې شي.د سيمې او نړۍ هيوادونو په تيرو ديرشو كلونو كې د ژوند په هر اړخ كې زياته وده او پراختيا موندلې ده بلكي په نړۍ كې د اوسنۍ حيرانوونكې مادي او معنوي پراختيا د ودې زرينه موده همدا تير ديرش كلونه ګڼلى شو چې متاسفانه زموږ هيواد او خلك د غوايي د كودتا د كرغيړنو پديدو له امله ورڅخه بې برخې پاتې او هغه مادي او معنوي شتمني او پراختيا يې هم له منځه لاړه چې تر هغه مهال پورې يې لاسته راوړې وه. په تيرو ديرشو كلونو كې د نړۍ زياتره هيوادونو د پوهنې، تكلنوجۍ، عمران، سړكونو، ښاري پرمختيا، د وګړو دژوند د سطحې د ښه والي، ملي اقتصادي پياوړتيا او نورو برخو كې حيرانوونكي پرمختګونه سر ته رسولي دي. په دې اړه كه لرې لاړ نه شو يوازې د خپلو ګاونډيو هيوادونو پرمختګ ته ځير شو نو ښكاري چې نوموړو هيوادونو هم ديرش كاله پخوا د افغانستان په پرتله داسې د پام وړ زيات پرمختګ نه درلود بلكي د سيمې هيوادونه تقريبا په يوه درجه د پرمختګ په لور روان وو.خو په دې تيره موده كې چې هيواد او وګړي مو د غوايي د كودتا د ناولو پديدو، جګړو او ورانيو سره مخ وو، د نړۍ زياتر پرمختلليو او مخ په ودې هيوادونو د علمي، اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا په لوري ګړندي ګامونه كيښودل چې هيوادپالو افغانانو يې يوازې له اوښكو څخه په ډكو سترګو ننداره كوله.په اوسني وخت كې زموږ خلك او سياسي نظام ته ښايي چې د ياد شوي شاته تګ په له منځه وړلو كې نه ستړي كيدونكى كار وكړي چې په دې لړ كې تر ټولو مهم او غوره ګام د يوه دلسوزه سياسي رژيم او ولسمشر درلودل دي. افغانانو ته ښايي چې د تاريخ په دې اساس پړاو كې د ورورګلوۍ او سياسي تفاهم سره يو ځاى يو بل ته لاسونه وركړي، له تير دور څخه په عبرت د يوې هراړخيزې سولې او پرمختګ لپاره له اوسني فرصت څخه په زياته پيمانه ګټه پورته كړي څو د نړۍ د هيوادونو په څير زموږ هيواد هم د پرمختګ په لوري سم شي.د غوايي د كودتا څخه راولاړې شوې ناولې او منفي پديدې ډيرې زياتې دي چې د ټولو شرح او شننه يوه ځانګړي كتاب ته اړتيا لري خو په دې ځاى كې به بده نه وي چې د ځينو نومونه په لنډه توګه ياد كړل شي.د دې ناولې پيښې له امله د افغانستان خلك له يونيم ميلون څخه د زياتو تلفاتو په وركولو سره سره له سياسي بې ثباتۍ، بې نظمۍ، لا قانونيت، د سواد د كچې له ټيټوالي، اوږدې كورنۍ جګړې، په هيواد كې د بې شميره ډول ډول تباه كوونكو وسلو له سيالۍ او استعمال، د ماينونو له بې شميره مرګونو كروندو، هر اړخيزې ورانۍ، د مخدره موادو او كوكنارو د كښت او قاچاق له رواج، په مخدره موادو باندې د خلكو له اعتياد، بې كورۍ، غربت، بيلتون پالو ډلو ته د ورانوونكيو اعمالو او افكارو د پلي كولو فرصت برابريدل، ترهګرۍ، د هيواد په چارو كې د پرديو لاسوهنو ته لاره هوارول، د پرديو له غلامۍ او جرمونو سره د ځينو عناصرو او ډلو عادي كيدل، د خلكو تر منځ د بې شميره بديو او دښمنيو پيښيدل، بهرنيو ملكونو ته له پنځو ميلونو څخه د زياتو هيوادوالو كډه كيدل، په نړۍ كې د افغانستان دخلكو په هكله د ناوړه فكر خپريدل، خپلسري، په هيواد كې د ځنګلونو له منځه تلل، د هيواد د ملي اردو د منځه تللو سره سره د يوه غوره نظام او حكومت نشتوالۍ، د چور، تالان او غلا عام كيدل، د خلكو په منځ كې د ناوړه اخلاقو، درواغو،فريب، چل او تيروستلو ترويج، د ملي او شخصي شتمنيو غصب او په سلګونو داسې ناخوالې د افغانستان د خلكو تر منځ زيږولې دي.",دغوايي اوومه ( د غوايي کودتا د پرمختګ دلاري خنډ )
3317,,"
غويى٧، ١٣٨٤
کابل: د ارزګان ولايت په دهراوت ولسوالۍ کې دسې شنبې په ورځ يو امريکايي سرتېرى د طالبانو په يوه غلچکي بريد کې ووژل سو. په بګرام کې د امريکا له پوځې اډې څخه يوه خبرپاڼه وايي چې دا سرتېرى هغه سخت ټپي سو چې دده د ګزمې پر ډله د دهراوت په شمال کې ناڅاپي بريد وسو او وروسته له هغه چې دى په تيرين کوټ کې د امريکايي پوځ سيمه ييزي اډې ته يوړل سو هلته يې ساه ورکړه.
امريکا په افغانستان کې دمګړۍ ١٨٠٠٠ سرتېري لري چې ډېر يې د هېواد په سهيل او ختيځ کې د طالبانو او د القاعدې د غړو لټه کوي. په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري پر دولتي او بهرني ځواکونو بريدونه په پراخه کچه زيات سوي چې ډېرکارپوهان يې د ايستل سوي رژيم دجنګياليو يو ځل بيا رابرسېره کېدنه بولي چې د خلکو په منځ کې يې اندېښنې رامنځته کړي. ",په ارزګان کې يو امريکايي سرتېرى ووژل سو
3318,,"
٧ غويی ١٣٨٤ کندهار
په لويه پکتياکي دحزب اسلامي اوطالبانوځيني مشرانودولت سره روغه اعلان کړه
په لويه پکتياکي طالبان اودحزب اسلامي قومندانان دولت ته دجوړي روغي لاس غځولى دى .""
افغان دولت دهغي پرېکړې وروسته چي دملي پخلايني تر سيوري لاندي له خپلو مخالفينو سره جوړه روغه اعلان کړي تر دي مهاله ډيرى طالبان دولت سره جوړه روغه ته راغلي دي او له طالبانوسره په څنګ کي ديوې بلي سيالي ډلي حزب اسلامي ګوندقومندانان په دي ورستيوکي هم په دي راضي شوي دي چي دامهال په پښوولاړ دولت تائيد او قانون ته يي غاړه کيږدي
دپکتيا ،پکتيکا او خوست ولايتونونه ١٧ تنه دحزب اسلامي مشهور قومندانان حاجي محمود خان ، حاجي ابراهيم ، او خليفه سليمان زى مشهور په ملنګ جان ورسره نورګڼ دلوي پکتيا له همدي ډلي سره تړليو قومندانانو داپريل پر ٢٧ له دولت سره دخوست په ښار کي يوځاي شول .""
له دي سره داپريل پر ٢٧ دري تنه دطالب رژيم مشهوري څټي مولوي احمدشاه مولوي حميدالله او مولوي نواب دپکتيا په ولايت کي له دولت سره يوځاي شول .""
که څه هم لا ډيرى دحزب اسلامي ګوند پالونکي چي مشري يي انجينرګلبدين حکمتيار کوي او دطالب رژيم چي ٥ کاله وړاندي له واکمني لوېدلي دامهال له دولت سره دخبروکولونه انکار کوي او په يوشمير ولايتونوکي يي دولت پر وړاندي ځنيي خنډونه رامنځ ته کړي دي خو دلوي پکتيا ددي ورستيودملي پخلايني پرمختګ دخوست دوالي ميراج الدين پټان پر وينا دهيواد دامن لپاره يو سترګام دي .""
نوموړي په هغه غونډه کي چي په خوست ک کي يي ددحزب دراغلوقوماندانوسره دجوړي پرمهال جوړه شوي وه وويل ."" راغلي قومندانان ددولت بچيان دي داددوى يو لوي اميتازدي چي په ازدانه توګه کولي شي په خپل کلي او ښارکي دامن سولي تر بيرغ لاندي ژوند وکړي .""
",د دوو مخالفو ډلوڅوقومندانان دولت ته واوښتل
3319,,"
دتاجکستان ولسمشرامام على رحمانوف نن کابل ته تللى و او هلته يې له افغان حکومت سره يوولس تړونونه لاسليک کړې دي چې مهم يې د دواړو هېوادو د وګړو يو بل ته د سفر دشرايطو اسانول، له نشه يي توکو او په سيمه کې له ترهګرۍ سره جګړه او د ګډې همکارۍ په ډګر کې وو. ښاغلى رحمانوف چې د کابينې شپږ غړې يې د کابل په ليدنه کې ورسره مله و له افغان ولسمشر کرزي سره هم وکتل چې وروسته دواړو خبري غونډي ته د همدې تړونونو او دواړو هېوادو د ښو اړيکو په اړه خبرې وکړې.
تاجکستان دافغانستان شمالي گاونډى دى اوتاجکان دې ته ليوال دي چې دافغانانوملاتړترلاسه کړي.
په خبرې غونډه کې دواړو ولسمشرانو له نشه يي توکو سره د رواني جګړې په موضوع ټينګار وکړ او له نړيوالو نه يې په دې اړه د ملاتړ غوښتنه وکړه. دوى ژمنه وکړه چې خپلې ګډې هلې ځلې به چټکوي.
تاجکستان لومړنى هيوادووچې په ٢٠٠١ کال کې ېې دطالبانوترپرزيدووروسته په کابل کې خپل سفارت پرانيست اوافغانستان ته دارزښتناک ملگري په سترگه گوري.
تاجاکان له روسيې نه دپولې دساتلواوکنترول چاره پخپل لاس کې اخلي.ډير سيمه ايزخلک ويره لري چې دابه له پولې نه دنشه يي توکوقاچاق اوسوداگرى لازيات کړي .دامريکې متحده ايالتونه هم دامسله جدي نيسي اوهغوساتونکوته روزنه اووسايل ورکوي چې دااوږده اولرې پرته سيمه ټينگه وساتي. ",تاجک ولسمشر له کابل نه کتنه وکړه
3320,,"
",
3321,,"
٧ غويی ١٣٨٤ کابل
د سې شنبې په ورځ دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف افغانستان ته راورسېدی ، نوموړي په کابل کي له ولسمشرکرزي سره وکتل .دواړوولسمشرانو دمخدروموادو له کرکیلي اوقاچاق سره مبارزه اودترهگرۍ له منځه وړل دخپلودولتونودکاري پلانونوپه سرکی وبلل .ښاغلی رحمانوف له ولسمشرکرزي سره د نشيي موادوله کر اوقاچاق سره دمبارزې ، ترهگرۍ دله منځه وړلو ، برېښنا غځولو، صنعت اوفرهنگ په برخوکی دهمکارۍ لس قرار دادونه لاسلیک کړل .رحمانوف وویل د جون په لومړۍ نېټه به دتاجکستان او افغانستان ترمنځ دپنځوس ملیونوډالروپه ارزښت دیوه نړیوال پله جوړول پیل شي .اوهم به تاجکستان ته دسیاسي پاسپورتونو ویزې دافغانانولپاره خلاصي شي .
",افغان دولت له تاجکستان سره لس تړونونه لاسليک کړل
3322,مولوی منصور,"
دلمانځه فرائض : په لمانځه کی فرائض ۱۴ دی اته دلمانځه نه بهردی چی شرطونه ورته وایی اوشپږ په لمانځه کی دننه دی چی رکنونه بلل کیږی د لمانځه شرطونه :(۱)اودس کول یاتیمم وهل (دعذرپه وخت)(۲)دجامی پاکوالی(۳)دلمانځه دځای پاکوالی(۴)دبدن پاکوالی (۵)دعورة پټول دسړی عورت دنامه نه لاندی ترزنګنوپوری اوښځه ټول عورت دی مګرمخ ،لاسونه ترمړوندونواوپښی تر ګیټوپوری عورت ندی (۶)قبلی ته مخ اړول (۷)نیت کول(۸) وختونه پیژندل د لمانځه ( رکنونه ) : (۱)تکبیرافتتاح (۲)قیام (ولاړه )(۳)قرآت (۴)رکوع (۵)سجده (۶)آخره قعده وروستۍ ناسته یادونه : که دپورته څخه یوهم پاتی شی لمونځ نه صحیح کیږی دلمانځ واجبات : د لمانځه ټول واجب ٧ اووه دي :(۱) دالحمدلله لوستل (۲)لومړۍ قعده(۳)په وروستۍ قعده کی تشهدلوستل (۴)امام لپاره په جهری لمانځه کی په جهر لوستل (۵)دخفیه (په پټه )لوستلوپه ځای کی په پټه لوستل (۶)وتروکی دعاءقنوت لوستل (۷)درکنونوبرابرول که دپورته څخه کوم شی په سهوه پاتی شی سجده سهوه لازمیږی دلمانځه سنت : د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دی (۱)دتکبیرتحریمی سره لاسونه دغوږنوپوری اچتول(۲)نامه لاندی ښی لاس په چپ لاس ایښودل (۳)سبحان ویل (۴)اعوذ بالله ویل (۵)بسم الله ویل(۶)آمین ویل (۷)سمع الله لمن حمده ویل (۸)ربنا لک الحمد ویل (۹)درکوع تسبیحات (۱۰)دسجدی تسبیحات ویل (۱۱)اوله قعده کی تشهد ویل(۱۲)اخرورکعتونوکی الحمد لله ویل (۱۳)دتکبیرافتتاح نه غیرنورتکبیرونه ویل (۱۴)سلام ګرځول دلمانځه مکروهات : په لسوشیانو لمونځ مکروه کیږی (۱)بې عذره پلتۍ وهل (۲)په لاس دآیتونو شمیرل (۳)څنګلی خورول په سجده کی (۴)په سترګو ښی اوچپ طرفته کتل (۵)بی عذره سترګی پټول (۶)دسجد ی ځای نه ګیټۍ لری کول په هغه صورت کی چی تکلیف نه جوړوی(۷)ستومانی ویستل (۸)خوله وازی کول (۹)په جامه لوبی کول (۱۰)دصف نه روسته یوازی ودریدل
دلمانځه ماتونکی : دلمانځه ماتونکی ۱۴دي (۱)بی عذره غاړه تازه کول (۲)پرنجی کونکی ( تريچونکي ) ته یرحمک الله ویل (۳)دخپل امام نه غیربل چاته فتح ورکول (۴)لااله الاالله ویل که مقصدیی چاته جواب ورکول وی (۵)عورت لوڅیدل (۶)دمصیبت دوجی جړاکول (۷)دسلا م جواب په ژبه یاپه لاس ورکول (۸)دفوتی لماځه یادیدل (۹)ډیر عمل کول په لاس وی که په بل څه (۱۰)قصداً خبری کول (۱۱)خوراک یاڅښاک(۱۲)اه او اوه ویل (۱۳)خندل (۱۴)بی هوشی . ",دلمانځه فرائض،واجب ،سنت ،مکروه اوماتونکي
3323,,"
سورة بقره دریم لوست وَمِنَ الْنّاسِ مَنْ یّقُولُ امَنّابِاللهِ وَبِالْیَوْمِ الا خِرِ وَمَاهُمْ بِمُؤْ مِنِیْنَ(۸)یُخدِعُوْنَ الله وَالّذِیْنَ امَنُوْا وَمَایَخْدَعُونَ اِلااَنْفُسَهُمْ وَمَایَشْعُرُوْنَ(۹)فِیْ قُلُوبِهِمْ مَرضٌ فَزَادَهُمُ اللهُ مَرَضًاوَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیمٌ بِمَاکَانُوْایَکْذِبُوْنَ(۱۰)وَاِذَاقِیلَ لَهُمْ لاتُفْسِدُوافِی الاَرْضِ قَالُوْااِنّمَانَحْنُ مُصْلِحُوْنَ(۱۱)الآ اِنّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُوْنَ وَلکِنْ لاّ یَشْعُرُوْنَ(۱۲) ژباړه : اوځنی له خلکوهغه څوک دی چی وایی مونږایمان راوړی په الله اوپه ورځ دقیامت حال داچی دوۍ مؤمنان نه دي (۸)دوۍ ټګی کوي(په خپل ګمان ) دالله تعالی سره اوله هغه کسانوسره چی ایمان یی راوړی حال داچی دوی ټګی نه شی کولای مګر دخپلوځانونوسره ټګی کوی اودوۍ شعور نه لری (۹)په زړونوددوۍ کی مرض( دنفاق اوشک دی )زیات کړالله ددوۍ مرض او(مقرر)دی دوۍ ته عذاب ډیر دردناک په سبب ددرواغو ویلوددوۍ (په اظهار دایمان سره )(۱۰)اوکله چی دی منافقانو ته ته وویل شی په مځکه کی فساد مه کوۍ دوۍ وایی مونږ اصلاح کونکي یو(۱۱) خبر اوسۍ همدۍ فساد کونکي دي مګردوۍ (په خپل فساد)شعور نه لري .(۱۲) لنډ تفسیر : پورته ایاتونو کی الله تعالی دمنافقینو ذکر کوي چی په خوله باندی وایی مونږ ایمان راوړی حالانکه ددوۍ دعوه په دروغو بنااو فریب دی ښکاره خبره ده چی دوی الله تعالی ته دوکه نشی ورکولای مګر نبی کریم صلی الله علیه وسلم اومسلمانانو ته دوکه ورکول یی دالله تعالی سره دوکه وګڼله (قرطبی ) دوی نه نبی کریم صلی الله علیه وسلم اونه مسلمانانو ته دوکه ورکولای شی بلکه ددی فریب عذاب به دنیا اواخرت کی همدوۍ ته ورکول کیږی . لسم ایت کریمه کی وفرمایل چی ددوۍ په زړونوکی مرض دی الله تعالی ددوی مرض زیات کړ .دقرآن په اصطلاح کی هغه کیفیت ته هم مرګ وایی چی دانسانی نفس کمال کی کمښت راولی دانسانی اعمالو څخه یی مخروم اوپه پای کی ورته روحانی مرګ راشی . (معارف القرآن ) پورته ایات کریمه کی یی دمنافقینو په زړه کی موجود کفرمرض سره مشابه کړ چی هم روحانی اوهم جسمانی مرض دی روحانی مرض خو ښکاره دی چی دخپل رب او معبود ناشکری اونا فرمانی کوی بل ددنیاوی اغراضو لپاره په زړه کی دننه خبره نه څرګندول هم لوی روحانی مرض دی .اوجسمانی مرض هم دی ځکه هروخت منافق پدی فکرکی وی چی منافقت یی څرکند نه شي شپه اوورځ په همدی فکرکی اوسیدل ورته زهنی تکلیفونه پیداکړی یولسم یات کریمه کی دمنافقینو هغه مغالطه ذکرکوی چی فساد ته اصلاح اوځان ته مصلح وایی قرآن کریم څرګنده کړه چی یوازی دخولی په خبرو څوک نه مصلح کیږی ځکه غل اولاره شکونکی هم ځان ته مفسد نه وایی خو مدار ی په هغه کار دی چی کوی یی که داصلاح عمل وی کونکی مصلح اوکه عمل یی دفسادوی نوکونکی یی مفسد دی . ضروری یادونه : دفساد اواصلاح نه دمنافقینو مراد داهم وو چی دکفر او اسلام ترمنځ داصلاح (اتحاد ادیان ) خبری کولی دوی غوښتل چی کفار دی هم وی او نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم یو په بل دی غرض نه کوی اونه دی چاته داسلام دمبارک دین بلنه ورکوی . حالانکه اسلام بیل اوکفر بیل دی اسلام الله تبارک وتعالی نړۍ ته دانسان نه دانسان جوړولولپاره رالیږلی دنیاکی به داسلام غلبه وی کفارهم داوسیدو حق لری خو داسلامی نظام ترسیوری لاندی ",سورة بقره دریم لوست
3324,,"
عَنْ اَنْسٍ رَضِیَ الله عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُول الله صَلی الله عَلَیْهِ وَسلم مَامِنْ مُسْلِمٍ یَغْرِسُ غَرْسًااَوْیَزْرَعُ زَرْعًافَیَاْ کُلُ مِنْهُ طَیْرٌاَوْاِنْسَانٌ اَوْ بَهِیْمَةٌ اِلاّ کَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ ﴿متفق علیه﴾ ژباړه :داسی یومسلمان نشته چی یوبوټی نهال کړی یافصل وکری اودهغی څخه مارغان ، انسان او څاروی خوراک وکړی مګر دی مسلمان ته پری اجرملاویږی . شرحه : بعض نیک کارونه داسی چی اجر اوثواب یی ترزیاتی مودی پوری ملاویږی داسی خیرات ته صدقه جاریه وایی مثلاً څوک جمات جوړ کړی یایی په جوړونه کی برخه واخلی ترڅو چی پدی جمات کی لمونځ کیږی ددغه کس په عمل نامه کی اجر لیکل کیږی پورته حدیث شریف کی نبی کریم صلی الله ﷺ بوټی نهال کولواوونه کرلوته هم صدقه جاریه ویلی اګرچی داکار خلک دخپلی فایدی لپاره کوی خوچی نورمخلوق ته ګټه رسیږی الله ﷻ کرونکي ته هم ثواب ورکوی . که د پورته حدیث شریف په مقصد باند ی غور اوفکروکړای شی څرګنده به شی چی هرهغه کارچی خلک تری فایده واخلی اګر چی دی مسلمان دخپلی شخصی ګټی لپاره روان کړی وی الله ﷻ پری دی مسلمان ته ثواب ورکوي خوشرط پکی دادی چی دهغه کاریا هغه شی نه دبل چا په کټه اخستنه خفه نشی . دیادونی وړده چی عامو خلکوته تعلیمی اسباب برابرول ترڅو دجهالت دتیرو نه راووځی هم صدقه جاریه بلل کیږی موجوده زمانه چونکه دکمپیوتر اوانتر نت زمانه ده اوددی لاری استفاده کول خورا سان دي په انترنت کی داسلامی تعلیماتو عام کولوته باید زیاته پاملرنه وشی هغه کسان چی استطاعت ولری بایداسلامی ښوونی خلکوته درسولو لپاره هڅی وکړی یوبه یی ددعوت فریضه دغاړی ساقطه شوی وي اوترهغی به ورته اجراوثواب ملاویږی ترڅوچی تری فایده اخستل کیږی تعلیم اوتعلم داسی سلسله ده چی تر قیامته تری ګټه اخستل کیږی نو دغه کس ته به هم الله ﷻ تر قیامته ثوابونه ورکوي ",وړوکی عمل لوۍ اجر
3325,الحاج مولوي نورالحق,"
انس بن مالک رضی الله تعالی عنه فرمایی نبی کریم ﷺ دماشومانو سره لوبی کولی جبریل علیه السلام ورته راغی په مځکه یی واچاوه بیایی ورته سینه څیري اوزړه یی تری راوویسته دزړه نه یی ورته یوه ټوټه لری کړه اوورته یی وویل دادشیطان حصه وه زړه یی ورته دسروزروپه لوښی کی دزمزم په اوبوپریمنځه اوپه خپل ځا ی یی ورته کیښود وړوماشومانو یی رضاعی مور حلیمی ته خبر راوړه هغه چی ورغله ویې کتل رنګ یی ژیړ شوی وو (بخاری ۱/۹۲)
دامهال دمحبوب عمر څلورکاله وو
دخپلی مورسره :
دشق صدر واقعی نه روسته حلیمی مکه معظمه کی خپلی مور آمنی ته حواله کړ.کله یی چی عمر شپږ وکلونو ته ورسید مورسره یی دپلارقبرته چی په یثرب کی دفن وو لاړه دراستنیدو پروخت یی ابواسره چی دمکی اومدینی منوره ترمنځ واقع ده مور وفات شوه
دنیکه سره :
دمور دوفات څخه روسته یی تربیت نیکه عبدالمطلب په غاړه واخسته عبدالمطلب دکعبی خادم وو ابن هشام لیکی چی دکعبی په سیوری کی به عبدالمطلب لپاره یوخاص فرش اچول شوی وو پدغه فرش به یی دمحمدعربی ﷺ څخه غیر هیڅوک نه پریښوده .
کله چی یی عمر اته کاله دوه میاشتی اولسوورځوته ورسیده نیکه یی هم وفات شو
دکاکاسره :
ابوطالب سره یی دڅلویښتوکلونو څخه زیات تیرکړی پدغه موده کی ابوطالب ته دمحمدرّسول الله ﷺ په سر ډیرتکلیفونه رسیدلی
بحیرا راهب : ددولسوکلونوپه عمرابوطالب سره دشام په سفرروان وودبصری په علاقه کی ورته یوراهب راووت اوټولی قافلی ته یی ملمستیا وکړه دخوراک نه روسته یی دمحمد ﷺ لاس نیولی وو ابوطالب ته یی وویل دادواړو جهانوسردار دی
ابوطالب تری وپوښتل څه پوه شوی؟
بحیرا وویل کله چی تاسو دهغه غونډۍ څخه راښکته شوۍټولی ونی اوډبر ی ورته په سجده پریوتی دایی دنبوت علامه ده همدغه راز دده ددواړو اوږوترمنځ یوه دمڼی به څیر نښه ده چی مونږبه حپلوکتابونوکی لوستی
بیا یی ابوطالب ته وویل وراره دی بیرته مکی ته ولیږه شام کی یهودزیات دی دنښونه به یی وپیژنی اوقتل به یی کړی .
ابوطالب دنوروکوچنیانوسره بیرته مکی معظمی ته راولیږه (سیرة الرسول /عبدالله نجدی ص ۱۶)
تجارت اودحضرت خدیجی سره نکاح :
مکه معظمه کی دمحبوب ﷺ دریښتینولۍ اوامانتدارۍ اوازی خپری وی خدیجه چی دمکی په مالداره ښځوکی شمیر ل کیده هم دمحبوب دامانتدارۍ څخه خبره وه نبی کریم ﷺ ته یی وړاندیز وکړترڅودخدیجی تجارتی اموال په شام کی وپلوری نبی کریم ﷺ وړاندیز قبول کړ دپنځه ویشتو کالو په عمر دخدیجی غلام میسره سره دتجارت په غرض دشام په لور روان شو . کله چی راستانه شول میسره یی دامانتدارۍ اولوړواخلاقو قصی خدیجی ته بیان کړی حضرت خدیجی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته دخپلی یوی ملګری نفیسه بنت منیه په واسطه دنکاح پیغام ولیږه چی نبی کریم ﷺ هم قبول کړ دغه وخت دحضور ﷺ عمر ۲۵کاله اودخدیجی عمر۴۰کاله وو .
دنبی کریم ﷺ ټول اولادونه (ابراهیم نه غیر )دجضرت خدیجی څخه وو
(الرحیق المختوم ص ۶۰) ", ( حضرت محمد ﷺ د زړه عمليات )دشقّ صدر واقعه
3326,,"
امام ابو حنیفه رحمه الله لیکی الله ﷻ یوذات د ی نه دشمیر له نظره بلکه دیووالی دنظره دپورته متن څخه څرګنده شوه چی الله ﷻ یولاشریک ذات د ی نه ورسره په ذات کی شریک شته اونه په صفاتو کی دبورته دعوی داثبات لپاره امام اعظم رحمه الله دسورة اخلاص دایات راوړي لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُوْلَدْ ژباړه : نه له ده نه څوک پیدا دي اونه دی دچا پیدادی وَلَمْ یَکُنْ لَهُ کُفوًااَحَد ژباړه : اونشته ده لره سیال هیڅوک الله سره هیڅوک سیال نشته په خپله خدایی کی یوازی اوخود مختار دی چی څه وغواړی اړکله وغواړی کوی یی که چیر ته په دنیا کی دالله ﷻ څخه علاوه بل خدایی وای ددنیا نظام به کډوډشوی وو . یوخدای به یوکار کول غوښتل اوبل به یی مخالفت کاوه پدی اړه پخپله الله ﷻ په قرآن کریم کی فرمایی لَوْکَانَ فِیهِمَاآلِهَةٌ الاّاللهُ لَفَسَدَتَا ژباړه : که چیرته په مځکه اواسمانونو کی بل معبودوای نونظام به یی فاسدشوی وو ",دالله ﷻ یووالی
3327,پوپل پردېس - کاناډا,"
٧ غويی ١٣٨٤ پوپل پردېس - کاناډا
سوله اوډیموکراسي زمونږ په اوسنۍ نړۍ کي دهیوادونو اووگړو دژوندانه هغه شعار دی چي دټولي نړۍ راډیوگاني، ټلويزيونونه او نوري خبري رسنۍ پرې ډکي دي او د هیوادونو دسیاسي ژوند د بنسټ او پایښت بنسټیزه ډبره ګڼل کیږي . هر هیواد اوهر دین او مذهب ډیموکراسي یعني دخلکو واکمني دخپلو ټولنودټولنیز ژوند دمعیارونو،ځانگړتیاوو اوټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ تعبیراوپلې کوي .
افغانستان دخپل تاریخي هویت اوځانگړتیا پربنسټ ډیموکراسي په څه ناڅه ډول په گوډه او ماته توگه ازمایلی ده . دوخت په تیریدو او په نړۍ اوسیمي کي دحالاتو دچټکو بدلونونو پر اساس افغانستان یوځل بیاددې آزمویني جوگه شویدی چي په هیواد کي ملي ډیموکراسي پلې کړي . نوی اساسي قانون جوړ اوتصویب شو اودادی دعمل په ډگر کي هیواددملي او افغاني ډیموکراسي دپلي کولو په درشل کي دی . پارلماني ټاکني دڅوراتلونکو میاشتو په اوږدو کي دترسره کیدلو په حالت کي دي . پوښتنه دلته ده چي مونږ به په خپل راتلونکي پارلمان کي څه راز وکیلان ولرو؟
آیا د تیرو آزمایښت شویو دورو په شان به وکیلان ولرو؟ په پارلماني استازیو کي به څه راز وکیلان دخپلو موکلینو ازستازیتوب وکړی؟ څه راز او کوم سیاسي گوندونه به په پارلمان کي ځای ولري اوڅوک به داپوزیسیون په توگه په پارلمان کي ودریږي او داسي په سلگونو نوري پوښتني چي هغو ته به یوازي راتلونکي څو میاشتي ځواب ووایي او بس . خو اصلي خبره داده چي څوک او څومره به دغه راتلونکي استازي وکولای شي د اساسي قانون هره یوه ماده او دقانون هره څپرکی د یوه مسول پارلمان په توگه د عمل په ډگر کي په مسولانه ډول د هیواد دملي گټو دتامین او تضمین په خاطر پلي کړي؟ دا هله شونې ښکاري چي دهیواد په راتلونکي پارلمان کي داسي کسان ځای ولري چي له گروپي او ډله ایزوتړواوونوخلاص او دملي مسولیت داحساس په زیور ښکلی وي ترڅوحکومت دې ته وهڅوي چي د هیواد او خلکوملي گټي خوندي کړای شي .
یوه ستره خبره پدې ترڅ کي دهیوادد دوو رسمي ژبو د څرنگتیا خبره ده . داخبره یوازي په افغاتستان کي دیوې لانجې په توگه نه ده . دنړۍ په ډیرو هیوادونو کي دې ته ورته او آن په ډیر بده بڼه آزمایښت شوېده او پایله یې دا شویده چي په دواطلبانه ډول یا په جبري ډول یوې نتیجې ته رسیدلي دي . دا دهر انسان طبیعي حق دی چي په خپلي مورنۍ ژبي خبري وکړي، په خپلي مورنۍ ژبي زده کړي وکړي او په خپل طبیعي ټولنیز ژوند کي که په خپله ټولنه کي ژوند وکړي ټولي اقتصادي او اداري راکړي ورکړي په خپلي مورنۍ ژبي تر سره کړي . دا حق د نړۍ په ټولو بشري حقونو اوکنواسیونو کي د ملگرو ملتونو د سازمان په قانون کی دبشري حق تر نوم لاندي په رسمیت پیژندل شوی او هیڅوک او هیڅ حکومت نشي کولای دا بشري حق له چا څخه واخلي او یا یې په زور په چا ومني . د افسوس خبره داده چي په افغانستان کي دا حقوق دهیواد د ډيرکيو په خاصه توگه له پښتنو څخه اخیستل شویدی . سکتاریزم اوپه قومیت کي افراطیت دواړه فاشیستي څیرې دي . که دا دقومونو په انډول په افغانستان کی د تلي (ترازو) په دوه پلو کي کیږدو هرومره یو بل په هوا کوي .
تاریخ ته که ښه ځیر شو فارسي-دري ژبي دپښتنو شاهانو اوامپراتورانو په وخت کي دومره وده وکړه چي لا تر نن ورځي پوري ددغو پښتنو شاهانودشاهکاریو آثاردسیمي په هیوادونو کي کوم چي دافغانستان دخاوري جز و موجود دي . د هند نیمي وچي ته به ولاړ شو له پاکستانه نیولې بیا تر هندوستانه پوري او په هر گوټ کي به ووینو چي ددوی د لاس آثار او خدماتوپاتي برخي تر نن ورځی پوري مونږسره خبري کوي . پښتنو شاهانودا کار پدې خاطر ندی کړی چی پښتو ژبي کومه نیمگړتیا لرله، دا کار له یوې خوا د یو شمیر سیاسي مصلحتونو له اړخه شویدی پدې لنډه لیکنه کي دهغو دتوضیح کولو ځای نشته او له بلي خواپه پښتني شاهانو کي دا تعصب موجود نه و. هغوی دواړو ژبو ته دبدن د دوو سترگو په توگه کتل او یو دبل ترمینځ یې ټوپیر نه مانه . د تاسف خبره دا ده چي له ١٩١٩ زېږديز کال راپدېخوا پښتو ژبه دپښتنو واکدارانو له پلوه په بشپړه توگه له پامه ولویده او ځای یې فارسي-دري درباري ژبي ته ورکړ. پښتانه د خپل شمیر له پلوه کوم چی د هیواد اکثریت قشر جوړوي دژوند له ډیرو پرمختکونو څخه لیری پاته شول. د ساري په ډول ښوونه او روزنه . ټول پښتانه دې ته اړشول چي په خپلوسیمو کي په فارسي ژبه زدکړي وکړي او په پوهنتونو کي پښتانه محصلین اړ وو چي په دوهمي ژبي زده کړي وکړي . خبره دې ته ورسیده چي د فارسی ژبوتحصيل لرونکو شمیر تر پښتنو وواوښت . پدې کي گناه د چا ده؟ ګڼ شمیر پښتانه دې ته اړ شول چي تر یوه محدود حده پوري لوړي او یا مینځنۍ زده کړي وکړي او بس . پښتانه د خپل اکثریت په انډول په خپل هیواد کي او په خپلو سیمو کي د هیواد دنورو سیمو په پرتله چیرته چي پښتانه په گڼ شمېر نه دی دژوند له ډیرو اسانتياو څخه بې برخي او لیري ساتل شویدي . د ساري په توگه د هیواد شمالي برخي اوجنوبي برخي په پرتله ایز ډول یو د بله ځمکه او آسمان دی .
په اوسني وخت کي افغانستان په یوه ډیر حساس پړاو کي دی . هیواد د سیاسي اواقتصادي بیا جوړوني په درشل کي دی . د تاریخ په دغي حساسي مرحلې کي دا په ټولو افغانانو پوري اړه لري چي څه ډول سیاسي نظام جوړوي، په څه ډول د توکمونو انډول ساتي او په څه ډول دیوې با ثباتي ملي ډیموکراسي لپاره هلي ځلي کوي او په څه ډول حق حقدار ته سپاري . دغو پوښتنو او هیلو ته د هیواد پارلمان ځواب ویلای شي او پارلمان دی چي یوه حکومت ته یا بقا ورکوي یا فنا. دهیواد راتلونکی پارلمان باید دداسي کسانو په وجود کي خپل ځانگړی افغاني جوړښت ولري چي له هر راز گروهي او ډله ایزو منفي سیالیو څخه خلاص وي او یا داسي جوړښت ولري چي ښکېلي ډلي د ملي هویت او ملي بقا لپاره یو د بل تر څنگ دکار کولو وس او حوصله ولري . د هیواد د پارلمان استازی باید په افغاني ملي روحیې سمبال وي تر څو د هر سم او نا سم کار جاج په مسولانه ډول واخیستلای شي . دوی باید هیڅ راز غیر افغاني سازش ته غاړه کږه نه کړي او خپل صلاحیت او مسوولیت په ملي روحیې وپیژني او له هیڅ راز غیر ملي او غیر افغاني عناصرو سره د آشتۍ روحیه و نلري . پارلماني استازیو ته ښایي چي :
١_دسواد څښتن وي خصوصا لوړي زدکړي ولري او موکلیونو ته ښایي چي له خپله مینځه داسي استازی وټاکي څوک چي وکولای شي دهغوی غږ په ډانگ پییلې توگه د حکومت تر غوږ ورسوی . په ملي سیاسي روحیې سمبال وي او له سیاسي سواد برخمن وي .
٢_ لکه څنگه چي پښتو او دري ژبي د هیواد رسمي ژبي دي دپارلمان درې ژبي او پښتانه استازي باید په دواړو رسمي منل شویو ژبو پوره حاکمیت ولري . یوازنۍ استثنا دي دغیر دري ژبو او غیر پښتنو په اړه و منل شي او بس.
٣_پارلماني غړي باید په هیڅ راز بشری ضد جرمونو کي ښکېل نه وي .
٤_ پارلماني غړي باید داسي کسان وي چي د روس پلوه رژیمونو دگوندونو غړي نه وي او هم داسي کسان او گوندونه دي نه وي چي دروسانو د واکمنۍ په وخت کي پر هیواد باندي د تپل شویو رژیمونو دسیاستونو دمصلحتونو پر بنسټ جوړشوی وي او یا هغه څېرې کومي چي دروسانو د تیریو په وخت کي یې په لوړو څوکیو کي کار کړی وي.
٥_ پارلماني غړي باید داسي کسان وي پر کومو چي د هیواد د ورانۍ او ویجاړۍ تور نه وي .
٦_ د پارلمان ویاند اود هغه مرستیالان باید داسي کسان وي چي د هیواد په داړو رسمي ژبو پوره حاکمیت ولري، په سیاسي چارو پوه وي او ټولو سیاسي نزاکتونو ته په شفاف او ملي زړه سوانده توگه ځواب وویلی شي .
٧_په پارلماني بحثونو کي باید په دواړو رسمي ژبو بحث وشي . که پښتون پارلماني غړي له حکومت څخه کومه پوښتنه ولري او یا د کوم کار سپیناوی غواړی لازمه ده چي د حکومت هر مسول غړی چي ځواب ویونکی وي هغه ته په پښتو ځواب ووایي او بر عکس ددري په هکله په همدا شان . له دې کبله په حکومت کي د کابینې غړی په خاصه توگه او په عمومي توگه دحکومت کوم هغه لوړوتبه غړی چي دپارلماني بحثونو ته غوښتل کیږي باید د هیواد په دواړو رسمي ژبو پوره دپوهي او خبرو استعداد ولري . پدې ډول حکومت ته لازمه ده چي په خپلي کابینه کي داسي غړي ولري چي دهیواد په رسمي منل شویو ژبو په فصیح ډول نه په گوډ او مات ډول خبري وکولای شي . پدې ډول کیدای شي چي په هیواد کي د ملی ډیموکراسۍ د بنسټ ډبره کیښودل شي اوټول په گډه سره کار وکولای شي .
دډیموکراسۍ ادعا یوازي په ویناوو نه کیږي او یوازي دکاغذ پرمخ نه باید پاته شي . دیوې ریښتوني ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره نشي کیدلای چي یوازي دډیموکراسۍ ناندرۍ ووهي او یا دډیموکراسۍ اکټ وکړي . عملي ډیموکراسي دعملي گامونو له اوچتولو سره تامینېدالای شي او بس .
په درناوي
پوپل پردیس کاناډا
",د هيواد د راتلونکو پارلماني کانديدانو ته وړانديز
3328,کوچۍ,"
٢ د غويی ١٣٨٤ ", تر ټولو ستره الوتکه
3329,,"
٧ غويی ١٣٨٤ د کندهار د طبي ډاکټرانو ټولنه
طبي ښوونيز کنفرانس
د وري د مياشتي پر اووه ويشتمه نېټۀ دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني په نووښت يوطبي علمي کنفرانس دکندهار دښاري پولي کلينيک دکنفرانس په کوټه کښي ترسره سو . دکنفرانس موضوع دمحرقي تبه چه لويه تبه هم ورته وايي ټاکل سوې وه ، دنوموړي ناروغۍ پيښي په افغانستان کښي زښته زياتي دي ، نو له دي وجي نوموړي ټولني دا پريکړه وکړه چه لومړيتوب عامو ناروغيو ته ورکړي کوم چه په افغانستان کښي ډيري دي په نوموړی کنفراس کښي دکندهار دښار او شاوخوا څخه تر پنځوس زيات ډاکترانو ګډون کړی وو . دکنفراس اجراکوونکی ډاکتر عبدالقيوم پخلا دمحرقي ناروغۍ ټول اړخونه په مفصل ډول ګډون کوونکو ته تشريح کړل او ټول سوال کوونکو ته لازم جوابونه وويل . د کندهار ولايت د طبي ډاکټرانو د ټولني دغه ډول کنفرانسونه به په راتلونکي کي هم په منظمه توګه ترسره کيږي .
",په کندهار کي د لويي تبي ( محرقې ) کنفرانس جوړشو
3330,,"
",
3331, الحاج امين باوري,"
د الحاج امين باوري ليکنه",د پيړۍ ټوکه ( د غوايي اوومه او اتمه )
3332,,"
٨ غويی ١٣٨٤
دبخښني نړېواله سازمان د امريکا نه انتقاد وکړ
دعفوي نړېوال سازمان نن پنجشنبه پر امريکا باندي په دې دليل چې دابو غريب دز ندان د رسوايې د راسپړلو دپاره يې ديوه خپلواکه څېړني په را ميځنته کېدو کې ناتواني ښودلې ده، په کلکه نيوکه کړېده .
دوړلد نيوز انټرنيټي خپروني ددې خبر په اعلانولو سره زياتوي چې د نړيوالي عفوي سازمان په داسي حال کې په دې کار ﻻس پوري کړيدی چې د دې زندان د بنديانو سره د ناوړه سلوک او دبد رفتارۍ د انځورنو د خپرېدو نه يو کال تيرېږي .
دوړلډ نيوز په ليکنه په لندن کې مېشته د بشر د حقونو د سازمان دفتر هم دابوغريب د بنديانو سره جنسي ناوړه چلند او شکنجه غندلې ده .
وړلد نيوز د عفوي د نړيوال سازمان دمشري آيرين خان له قوله ليکي : "" په داسي حال کې چې نړيوالو تراوسه د ابوغريب زړه دردونکي انځورونه دياده ندي وړي، امريکايې چارواکو غير له د څو ټيټ رتبه وو سرتيرو دمحاکمې نه بل اقدام ندی کړی"". هغې دغه پوښتنه را پورته کړيده چې"" په دې اړه د امريکايې جګ پوړو مسئولانو برخه د امريکا ددفاع وزير دونالد رامسفلد په ګډون، څه ده؟
دغه اينتر نيتي خبريزه زياتوي: ددې سره سره چې په دې زندان کې د زندانيانو سره د جنسي او فزيکي ناوړه سلوک د رسوايې نه يو کال تېرېږي خو د اوو تنو نه يوازي پنځه امريکايې ساتونکي ددې ناوړه چلند په هکله تنبيه سوي دي .
ريكاردو سانچز په خپل وخت کې په عراق کې لوي کچه قومندان وو هغه دتيري سې شنبې په ورځ دامريکايې محکمې نه چې دابوغريب په زندان کې د ناوړه چلند په اړه يې پر دې پېښي باندي څېړنه کوله دبېګناهۍ حکم تر لاسه کړ .
دعفوي دنړيوال سازمان د مشري د ګزارش پر اساس چې وايې: زورونه يو منلی عمل ندی او هر هغه دولت چې په داسي کار لاس پوري کوي په لوي لاس پخپله هغه ارزښتونه له مينځه وړي کوم چې ددفاع ادعا يې کوي .هغه وايې کله چې د امريکا غوندي يو دولت په شکنجې لاس پوري کوي نودغه اقدام، نور دولتونه هغه د يوه داسي زرغون څراغ په حيث ګڼي چې پر هغې لاري ګام پورته کې .
",دبخښني نړېواله سازمان د امريکا نه انتقاد وکړ
3333,محمد یوسف هېواددوست,"
دافغانستان د تیاتر د یو منلي استاد جان محمد پلارد مړینې له امله په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) د فرهنګی مرکز د خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د تیاتر او درام یو تن پخوانی ،مجرب ،او منلی استاد جان محمد پلار له دې فاني نړۍ حخه د تل لپاره سترګې تړلی او په حق رسېدلی دی (لوی خدای دې ښه جنوتونه ور په برخه کړي ).
استاد جان محمد پلار خپل دغه هنر ذوق او له ډرام سره کارکول د کندهار په هنر پروره سیمه کې ،هغه وخت چې لا دی تنکی ځلمی وو راپیل کړ او کلونه – کلونه یې په دغه لاره کې نه ستړي کېدونکی هاند ترسره کړ.استاد ( پلار )په کندهار کې د پښتو تیاتر له معاصرو بنسټ ایښودونکو څخه ګڼل کیږي . هغه یو زیات شمېر شاګردان وروزل او د هېواد په ځوان نسل کې یې له تیاتر او ډرام سره مینه وکرله ، ویې روزله او ثمر ته یې ورسوله.د استاد ( پلار ) تر ټولو غوره شاګرد د افغانستان نومیالی او تلپاتې شخصیت ارواښاد استاد ف . فضلی هم دی .له استاد ( پلار ) سره هغه وخت ما وپېژندل چې دی له کندهار څخه کابل راډیو ته راغی ، دا د سردار محمد داودخان د واک وروستی کال و.له دې مخګې ما او شمېر نورو څه دپاسه لس کاله د پښتو ډرام او داستان په اداره کې د استاد فضلی او استاد منان ملګري شاګردي وکړه ،خو د دوي په راتګ سره زموږ روزنیز کار لا پسې پیاوړی شواو د نورو مشرانو تر څنګ په هماغه دفتر کې مو د استاد ( پلار ) نږدې ۱۵ کاله شاګردي وکړه.هغه یو مهربانه ،زړه سوانده او په کار پوه مشر و، له هغه وروسته استاد ( پلار ) د کندهار څخه یو شمېر نور ممثلین او د ډرام لوبغاړي کابل ته راوغوښتل چې تر ټولو سپین ږیری یې ارواښاد عبدالرزاق ( پښتون ) نومیده. د دوي په راتګ سره د افغانستان د راډیو – تلویزیون د ډرام او داستان چارې لا پسې پیاوړې شوې او د خوان نسل روزنه لا پسې ګړندۍ شوه،زما د دې خبرې شاهدان زموږ هغه همکاران دی چې همدا دیرش کاله یې له دغو استادانو څخه په همدغه دفتر کې زده کړه وکړه او نن د نړۍ په بېلا بېلو هېوادو کې د مساپرۍ ژوند تېروي .زما د ژوند ډېره برخه د افغانستان د راډیو – تلویزیون د پښتو ډرام او داستان او هنر او ادبیاتو په اداره کې له همدغو استادانو او همکارانو سره تېره شوه او ډېره خوندوره او نه هېرېدونکې دوره وه ،چې دا دی یو په بل پشې د دغو استادانو د مړینې خبرونه مو زړه راخوړینوي او د زړه په جونګړه مو د غم ټغر هواروي دوي دې الله پاک وبښي او پر موږ ده چې د دوی نیمګړي ارمانونه پوره کړو .پوره باور دی چې درانه څېړونکي او لیکوال به د استاد ( پلار ) آثار راټول او د هغه د ژوندتیاره ګوټونه به لا پسې روښانه کړي.
موږ په دې توګه د استاد ( پلار ) کورنۍ ،دوستانو، شاګردانو ،همکارانو او د افغانستان د تیاتر او سینما لارویانو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو .
په ډېر درنښت
محمد یوسف هېواددوست
27 / 4 / 2005
",دخپلواکۍد فرهنګي مرکزد خواخوږۍ پيغام
3334,استاد قریب الرحمن سعید,"
د غويي نهمه ١٣٨٤ [ددغې شننی لیکونکی استاد قریب الرحمن سعید د افغانستان سیاست پوه او اقتصاد پوه دی چي همدا اوس داوسلو په پوهنتون کي د ټولنیز اقتصاد په عالي انستیتیو ت کي د ټولنیز اقتصاد په ساحه کي لوړي زده کړي کوي ] ددې ليکني لومړی برخه دوهمه برخه دريمه برخه
ستونزي او هیلي
لومړۍ برخه :
د روان عیسوي کال د اپریل د میاشتي پر ۱۲مه نېټۀ د افغانستان ، ترکمنستان او پا کستان د تجارت او صنعت د وزیرانو تر منځ په اسلام اباد کي د ترکمنستان د ګاز د نل لیکي په هکله یوه دوه ورځني غونډه و شوه چي په هغې کي په دې ستو نزو غور و کړي چي څرنګه او په څه ډول دغه نل لیکه د ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري تر پا کستان پوري و غزوي . التبه ددې تر مخه د ۲۰۰۴ عیسوي کال په لمړیو کي ددغه یاد کړل شوو هیوادونو درې واړو ولسمشرانو یعني حامد کرزی ، نظربایوف او مشرف تر مینځ هم په دې هکله په اسلام اباد کې خبري اتري تر سره شوي وې اود هماغي خبرو وروسته دغه د وزیرانو غونډه هم جوړه شوه. دغه غونډه به نژدې شپږ میاشتي وروسته بیا جوړیږي او ددغي نل لیکي د غزولو په هکله به یو ځل بیا جاج اخلي . خو پا کستان په دې هکله لږ څه شکمن ښکاري ، همدا لامل دی چي د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز اعلان وکړ چي غواړی د ترکمنستان د ګازو او نفتو تولیدونکوسیمو ته یو هینت و استوي او ددې هیئت له لاري ځان ډاډمن کړي چی ریښتیا هم ترکمنستان د ګازو دومره زیرمي لري چي پا کستان ترې ګټه پورته کړي .
په دې کي هیڅ شک نه شته چي پا کستان یو نوی را ټو کیدلی صنعتي هیواد دی او غواړي د خپل صنعت د ودي له پاره نه یوا زي په سیمه کي بلکه په نړیواله سیالي کي د خپلو رقیبانو او په ځانګړې تو ګه د هندو ستان په مقابل کي خپله بر لاسي ٍثا بته کړي . همدا راز په پا کستان کي ګاز نه یوازي په صنعتي اړخ کي بلکه د سون د موادو په څیر هم د ډیر اهمیت وړ دی او ددې لوري پا کستان کو لای شي چي خپلو او سیدونکو ته د ګاز د اسانتیاو په برابرولو سره د خپلو طبیعي ځنګلونو د ودي او خوندي سا تلو په برخه کي ګام پورته کړي خو دا چي ددې نل لیکي د غځولو او ددې پلان د پلي کولو تر مخ کو م خنډونه مو جو دي او ایا پاکستان پخپله ددې پرو ژې تر مخ ستر خنډ جوړو ي او که نه ، په لنډه تو ګه ورته اشاره کوم خو اوس ددې نل لیکي د غځولو تر شا چي پخوا کومو عواملو کار کاوه په لنډه تو ګه بیانوم
د نل لیکي د غځولو تر شا عوامل :
ددغه نل لیکي تر شا مختلفو عواملو کار کاوه او تر ټولو ستر عا مل یې داو چي غرب او په ځانګړی تو ګه امریکایان غواړي په ترکمنستان او مرکزي اسیا کي د تیلو او ګازو غني هیوادونو طبیعي زیرمو ته لار پیدا کړي په دې هکله امریکایانو لاد پخوا څخه خپل پلانونه جو ړکړي و ځکه هغوی غو ښتل چي د عر بو د خلیج په تیلو تو لیدونکو هیوا دونو باندي خپله تکیه کمه کړي او د تیلو او ګازو نو رو زیرمو ته چي په ځا نګړی تو ګه په دې وروستیو کلونو کي یې د روسانو د امپرا طورۍ څخه خلاصون مو ندلی لار پیدا کړي . ځکه امریکا په داسي حال کي چي پخپله تیل او ګا ز تولیدوي خو د هغې زیرمي ډیري نا کافي دی اود هغوی د خپل صنعت او و سا یلو د متحرک پا ته کیدو له پاره دغه ډول بهرنیو طبیعي زیرمو ته اړتیا لري . په دې اساس هغو، دغه زیرمي که په زور وي او که بې زوره، غواړي تر خپلی و لکې لاندي راوړي امریکایانو د مرکزي اسیا په زیرمو هغه وخت خپلی سترګي نوري هم کلکي کړي چي د فلسطین او اسرایلو په کشمکش کي ، هغه وخت چي امریکایانو په څرګنده تو ګه د اسرایلو پلوي و کړه او دهغه دخت د سعودی فرمانروا ملک فیصل د نورو عربي تیلو او ګازو تو لیدونکو هیوادنو سره یو ځای په امریکایانو باندي د تیلو خرڅلاو د لنډی مودې له پاره و ځنډاوّه .چي دغه حالت امریکایان او د هغوی اقتصادي او ورځنی ژوند د ډیرو ستو نزو سره مخ کړ. ددې حالت د پای ته د رسیدو وروسته بیا هغه وخت امریکایانو ته ډیر زیان ور ورسید چي عراق په کویټ باندی لښکر کشي و کړه او کویټ یې د خپلي ولکې لاندي راوست او امریکا ته د تیلو لېږد و ځنډید. که څه هم د عراق په دغه برید کي د عراقي د وخت ولسمشر صدام حسین سره په عراق کی د امریکا د سفیري مشورې هم ملګري وې خو امریکا دغه موقع او فرصت غنیمت و ګا ڼه او د کویټ څخه د عراقی لښکرو د راویستلو او هلته د خپلو عسکري ځواکونو د ځای په خای کولو او د کویت په طبیعی زیرمو د پوره و لکې د پید ا کولو فرصت په لاس ورغی خو تر څنګ یې د صدام رژیم کمزوری کړ او د عراق په ګډون یې د هغې په ګانډیو هیوادنو کي په زور خپل عسکري ځوا کونه پلی کړل . ویل کیږي چي په کویټ کي د کویټ د او سیدونکو څخه د امریکایي ځوا کونو شمیره هلته ډیره ده . همدا راز په سعودیي ، بحرین ، ابو ذهبی ، عمان او ...........نورو تیلو تولیدنو هیوادنو کي یې خپل فو ځونه پلي کړل او ددغه هیوادنو په طبیعي زیرمو یې تسلط پیدا کړ او د راتلو نکي احتمالی خطر د بیا را پیښیدو څخه یې ځان خو ندي کړ. خو ددې هر څه سره سره بیا هم امریکا یان او غربیان د مرکزي اسیا د طبیعي زیرمو څخه غا فله نه دي پاته . په دې اساس یې پر یکره و کړه چي د مرکزي اسیا د هیوا دنو طبیعي زیرمي په هر قیمت چي کیدای شی باید تر خپلي و لکې لاندي راوړي .
خو هغه څه چي په هغه وخت کي ددې ستري پرو ژې تر مخ خنډ و هغه د روس امپراطوري وه ، د ۱۹۷۹ زېږديز کال د ډسمبر په ۲۶ مه نېټۀ په افغانستان باندي دروسي سر ولښکرو یر غل او بیا د افغان ولس بې دریغه او بې ساري تاریخي مقاومت روسان د خپل ټول ځوا ک سره د ماتي سره مخ کړل چي دغه ماتي د روسانو امپرا طورۍ ته هم د پا ی ټکی کیښو د او د مرکزي اسیا د اسلامي هیوادنو د استقلال او ازادۍ له پاره لاره همواره شوه . دغه کار یو ځل بیا امریکا یان دې ته و هڅول چي په خپلو پرو ګرامونو یو ځل بیا غور و کړی .
ددې تر څنګ ترکمنستان هم چي نوی نوی د روسانو د زبر ځواکۍ څخه ازاد شوی و د خپل نوي را ټو کیدلي اقتصاد دودي له پاره يې غو ښتل چي خپل ګاز او تېل چي یو وخت د روسانو ملکیت حسا بیده د هغوی د ملکیت څخه را و کاږی او ازاد بازار ته یې د نړيوال مارکیټ په قیمت ورو رسوي . هغوی ته هم دغه لار او د امریکایانو د کمپنیو سره د ګاز او تیلو د ترسیل کار ډیر ارزښتناکه ښکاریده نو په همدې اساس یې هو ډ و کړ چي خپل د ګازو او تیلو نل لیکي د همدغه کمپنیو له لاري نړيوال مارکیټ ته عرضه کړي .
افغانستان هم چي یو له وروسته پاته هیوا دو څخه دی او اقتصاد یې تل د نورو په مالي بسپنی ولاړ وي دغه ستره اقتصادي پرو ژه ورته تر ډیره حده ګټوره ښکاریده او او س هم ورته ښکاري نو په دې اساس یې د هر چا نه زیات ددې پرو ژی په پلي کولو کي دلچسپي ښووله .
د تیلو د کمپنیوترمینځ مسابقه .
د ۱۹۹۲ کال یعني د ډاکتر نجیب الله د رژیم د سقوط وروسته ګران هیوا د د یوه ستري انارشۍ سره مخامخ شو که څه هم هلته په هیوا د کي ددوه میاشتو او څلو رو میاشتو دوره ایز جمهوری ریاستونه جو ړ شوی و خو په واک باندي د مسلط پاته کیدو نارو غتیا او لکه د کمو نستانو په څیر د پر دیو په مټو د کابل په تخت تر او ږدې مو دې پوري پا تي کیدل دغه انارشي نوره هم زیاته کړه ګاونډیو هیوا دنو لکه روس ، ایران او پا کستان هم د خپلو ګټو د په نظر کي نیولو په اساس په جنګ کي را ښکېل ځواکونه په شا ټپول اوامریکایانو انګلیسانو د پټي خولې د پالیسیو په اختیارولو سره ددغه دردمن حال د نور هم اوږودلوو هڅي کولې .
په دغه وخت کي او یا ددې څخه د مخه څو کمپنیو د ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري د تېلو او ګازو د نل لیکي د غزولو د ټیکې د اخستلو په مسا بقه کي برخه د رلوده چي مشهوري کمپني یې د امریکا د یونیکال ، د ارجنټاین برایډاس او د سعودیانو لخوا تمویل شوې کمپنی ډلټا وه . مسا بقه په دې کي وه چي کومه کمپنۍ به و کولای شي دغه د ملیاردو ډالرو پراجیکټ تر ګوتو کړي او ددې ایجاره به تر کلونو کلونو پوري په خپل وا ک کي ولري . هر ي کمپنۍ که له یوه اړخه د ایجارې مسابقه درلوده خو دبله اړخه یې د خپلي دغه مسابقې د ګټلو له پاره افغاني کار پو هانو ته هم اړتیا درلوده . نو په دې اساس یې د افغاني کار پو هانو د را جذبولواو ان تر دې چي ځینو وزارتونو ته په رشوت ورکولو پیل و کړ. په دې هکله ما ته د صدراعظم یو پخوا ني معاون وویل چي د بهرنیو چارو د وزارت له لاري یې یو میلیون ډالر د یو نیکال د کمپنۍ له اړخه بسپنه تر لاسه کړي که څه هم دا څر ګنده نه شو چي د ا بسپنه یې د خپل ځا ن له پاره تر لاسه کړې وه او که د حکومت او یا ولس له پاره وه . ماهّڅه و کړه چي د اوسني ولسمشرحامد کرزی چي په هغه وخت کي د بهرنیو چارو د وزارت د معین په څیر یې کار کاوه او کله کله به مود ښو دوستانوپه څیر د خپل هیوا د په سیاسي او نظا مي وضعه هم بحث کاوه ، په دې هکله و پو ښتم خو دنورو ورځنیو مسایلو د ډیرښت په اسا س مي و نه شوکولای د غه مسله و څیړم . په هر صورت دا یوه ّ مسله وه چي کمپنیو غو ښتل د افغانستان د لاري د ګاز او تیلو د نل لیکي په غزولو کي ډیرو اړوندو او نا اړوندو و ګړو سره لاره پیدا کړي او په دې هکله ډیري پټي او ښکاره موامری او سازشونه روان و. او همدغه موامری او سا زشونه و چي په ګران هیوا د کي دسترو سترو بدلونو او پیښو د را پیدا کیدو لامل و ګرځیدل .
د بدلونو را مینځته کیدل .
امریکایانو غو ښتل د غه نل لیکه په ډیره کمه موده کي و غځیږي . ځکه هغو د عربو د خلیج او تیلو تو لیدونکو هیوا دنو له پاره نوي پرو ګرامو نه در لودل . تر څنګ یې د کویټ په مسله کي د عراق او امریکا تر مینځ دوستي په دښمني تبدیله شوې وه او هغه د تېلو نل لیکه چي دعراق څخه یې تېل د امریکایي کښتیو په لور وروړل هغه د امریکایانو پر مخ تړل شوې وه . د لیبیا تیلو ته هم امریکایانو لاس نه شو ورغځولای نو په دې اساس ددغي نل لیکي د غزولو له پاره باید ټول شرایط برابر شوی وای . او تر څنګ یې دغه ستره پرو ژه هم باید یوازي او یوازي د امریکایي کمپنۍ یونیکال په لاسونو پلي شوي وای او هغه سیمي چي دغه نل لیکه ترې تېریده باید د نل لیکي د امنیت تامین په کي خوندي وای خو متاسفانه چي دغه شرایط په هیڅ صورت برابر نه و . ځکه چي که له یوه ااړخه ګاونډیو هیوا دنو نه غو ښتل په افغانستان کي یو ٍثابت او مستقر نظام جوړ کړل شي او تر څنګ یې روسانو د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خو ندي سا تلو په خاطر د شکل په بدلو ن سره د شمال د سميه ايزو قوماندانانو له لاري خپل ا غېز ثابت و سا ته او د خپلو پخوا نیو پولو د خو ندي سا تلو په خا طر داسلام اواسلامی انقلاب اغېز کم کړ. خو د بل لوري د امریکایانو دلچسپي هم په افغانستان کي د په اصطلا ح د مجاهدینو د نظام سره له منځه تللې وه ځکه چي په افغانستان کي د جها د او اسلام خبري کیدې او دا په هیڅ تر تیب د هغوی له پاره ددلچسپۍ سبب نه ګرځېدې .
ماته د ١٩٩٤ زېږديزکال د اکتوبر په یولسمه په داسي وخت کي چی د افغانستان پیژندني دمرکز څخه مو لیدنه کوله یو امریکایي افغانستان پوه وویلی چي( د امریکا حکومت او س په افغانستان کي ډیره لږه دلچسپي لري ځکه مونږ اوس د عراق په ګډون ډیر نور موضوعات خپل مخي ته لر و چي په هغې کي نړيوالي ستو نزي او اقتصادي ستو نزي هم شاملي دي د افغانستان و ضعیت مغشو ش دی او د مختلفو ډلو تر مینځ جنګونه په دې مغشو شیت کي نور هم ډیر ښت را وړي . او تر هغې چي په افغانستان کیي د ډلو تر مینځ شخړي حل نه شي مو نږ ورسره هیڅ ډول اقتصادي مرستي نه شو کولای . او که چیري امریکا یان کو مک و نکړي نو جا پان ، اروپا ، سعودي ، پا کستان ...هیڅ یو یې هم له تاسي سره کومک نه شي کولای . هغو ی د میږو او ګډو په څېر دي ، که چیري امریکا ګډون نه کوي نو هغوی یو هم ګډون نشي کو لای . . . . خارجي هیوادونه افغانان په دایمي تو ګه نه شي اخستلای بلکي د لنډي مودې له پاره هغوی کرایه کولای شي . . .)
په دې اساس امریکایانو که له یوه اړخه د نل لیکي په غځولو کي پوره دلچسپي درلوده خو له بله اړخه یې د افغانستان په ثبات او امنیت کي او هغه هم داسلام او اجهاد تر نامه لاندي هیڅ ډول مینه نه درلوده . او همدا بحران ددې لامل و ګرځېد چي د څلورو کالو وروسته یعني به ۱۹۹۶ کال کي د طالبانو غورځنګ مټي را و نغښتي او په کابل یې هم قبضه وکړه .
هغه تحلیل او شننه چي ددې غورځنګ په را منځته کېدو کي یې د نورو عواملو تر څنګ کار و کړ هغه داوه چي ، مجاهدینو و نه شوا ی کولای امنیت راولي ، هیواد د انارشیزم په لور روان دی ، د تیلو د نل لیکي د غځیدلو له پاره امنیت خو ندي نه دی او د افغانستان له لاري مرکزی اسیا ته د تجارتي لارو امنیت د بد حال سره مخ دی . خو ددې ټولو څخه پورته عامل دا و چي غربي نړۍ سره په افغانستان کي دهغوی د لاس بل متبادل قیادت نه و مو جود، او د مجاهدینو څخه یې هم تر اخري حده پوري بد را تلل . ما ته هملته په نبرا سکا کي یو امریکایي پوه وویل چي تر څو چي په افغانستان کي په اسلام کي هماغسی بدلون را نشي لکه په سعودي کي چي دی او د جهاد غږ ته د پای ټکی کښینښول شي نومونږ به په افغانستان کي د سولي او امنیت په لور هیڅ ډول ګام پورته نګړو ( البته پدې هکله یې را ته په مستقیمه تو ګه وویل چي که مشران مو پخوانی مخلوع پادشاه د منلي قیادت په څېر و مني نو مونږ حاضر یو هر ډول بسپنه وکړو).
نو امریکایانو او غربیانو د خپلي دغه اندېښنې د را کمولو په خاطر او هلته په افغانستان کي د یوه متبادل قیادت د را پیداکولو له پاره د پا کستان په مدرسو کي د افغاني طالبانو په تربیه او ټریننګ لاس پوري کړ . او بالاخره دغه ډله د پورتنیو اهدافو د تر سره کولو له پاره جوړه شو ددې ډلي په بري او کامیا بیو کي پا کستان ، امریکا او سعو دیانو په ګډه لاس درلود. ا و هدف یې دا وو چي دغه ډله به د پخوانی پادشاه محمد ظاهرشا د بیر ته حاکمیت له پاره ( چي مجاهدینو ورسره کلک مخالفت کاوه) ګټوره ٍثا بته شي . خو طالبانو ډیره ژر خپله پالیسي په خپلو لاسونو کي وا خيسته او خپل ځان ته یې امیر و ټا که او خپل نظام یې جو ړ کړ. دا چي دا نظام څه ډول او څرنګه پر مخ ولاړ زموږ د بحث او څیړني مو ضوع نه ده خو هغه کار چي امریکایا نو غو ښته هغه تر سره نه شو . امریکایانو د طالبانو څخه د نورو مهمو غو ښتنو په شمول دغه غو ښتني هم درلودې چی په افغانستان کي د پخوا ني پا دشاه تر مشرۍ لاندي یو ازاد او سیکولر نظام جو ړ کړي او بل دا چي د یو نیکال د کمپنۍ له پاره د نل لیکي د غځولو په خاطر شرایط برابر کړي . که څه هم د امریکایانو لمړنۍ غو ښتنه پلي نه شوه خو امنیت په ټولو ځایونو کي خو ندي شو او شرایط ددې له پاره برابر شول چي دغه نل لیکه و غځیږي . خو اوس د کمپنیو تر مینځ شخړه وه . طالبانو بالاخره د یونیکال پر ځای ډلټا ، چي د سعو دیانو په ملا تړ یې کار کاوه، و ګمارله تر څو د نل لیکي د غځولو کار تر لاس لاندي و نیسي چي داپرېکړه امریکایانو ته په هیڅ قیمت د منلو وړ نه وه . دا او داسي نور عوامل ددې سبب شول چي طالبان هم د امریکایانو د متروکې لاندي راوړي او بالاخره په سیمه باندي د پوره تسلط د پیداکولو په خاطر پخپله د خپل فوځي یرغل له لار ي مسلط شي .
ددې ليکني دوهمه برخه دلته ولولئ
",د ترکمنستان د ګازاوتیلود نل لیکو غځول ( لومړۍ برخه)
3335,,"
٨ غويی ١٣٨٤
د کندهار ولايت شاعرانو او ليکوالانو دخپل ښار په شمال لويديځ کې د بابا ولي زيارت د سږ کال د انار ګل د شعري غونډې ځای ټاکلی دی .
دوی واېي د بېلا بېلو ولايتونو په لسګونو شاعرانو ته يې بلنه ورکړې چې د انار ګل په سږنۍ مشاعره کې چې د جمعې په ورځ د غويي د مياشتې په نهمه پيليږي، برخه واخلي.
دانار ګل سږ نۍ مشاعره په کندهار کي د هيواد د کلتوري ټولني په هڅو جوړيږي.
",په کندهار کې د انارګل مشاعره
3336,,"
د غويي نهمه ١٣٨٤ لمريز
په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني د خواخوږۍ او تسليت پيغام
په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني هڅه کوله چي په نژدې ورځو کي د ارواښاد استاد فضلي په ياد فرهنګيان راټول کړي ، د هغه د اوږدې مودې د بې ساري خدمتونو درناوی وکړي او له لويه خدايه ورته اجرونه وغواړي .
خو دادی د استاد فضلي د استاد او د پښتو تياتر او ډرام د پلار له مړيني خبر شوو ، د استاد جان محمد پلار له غمجنه مرګه .
انالله وانااليه راجعون
بې ځايه به نه وي که ووايو چي پښتو تياتر او ډرام يتيم شو ، بې پلاره شو ،او له دوو نامتو هنرمندانو بې برخي شو .
موږ په داسي حال کي چي د استاد جان محمد پلار مړينه پښتو خواري سينما ، تياتر او ډرام ته دروند تاوان بولو له لويه خدايه د هيواد دغي درنې هنرمندي څېرې ته د هغه دکلونو کلونو دخدمتونو اجرونه غواړو . لوی خدای (ج ) دي ورته فردوس جنت په برخه کړي .
موږ دهغه کورنۍ ، د افغاني تياتر او سينما ټولو کارکوونکو او فرهنګيانو سره ځانونه په دغه درانه غم کي شريک ګڼو او ټولو ته تسليت غواړو .
",پښتو تياتر بې پلاره شو !
3337,,"
د غويي اتمه ١٣٨٤ لمريز
میر:
د ننگرهار ولایت د خوگیاڼیو په ولسوالۍ کې د ایتلافي ځواکونو او نامعلومو وسلوالو د ډزو له امله دوتنه عام وګړي مړه او دوه نور ټپیان شول. په کابل کي د ایتلافی قواوو د ویاندي سندي مور په قول پیښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چي ایتلافي ځواکونه له گزمې نه د بیرته راستندو په حال کی وو چي د نامعلومو وسلوالو له خوا ورباندي وسلوال برید وشو .
ویاندي وويل :له برید وروسته ا یتلافي ځواکو هم ډزي پیل کرې چي په تر ځ کی یې عامه وگړو ته مرگ ژوبله رامنځ ته شوه . میرمن مور برید کونکي بلواگر وبلل او زیاته یې کړه چي داشان ډلي نه غواړي چي په ا فغانستان کي سوله او ثبات ټینگښت ومومي .د یادوني وړ ده چي تیره ورځ ناوخته د افغانستان په سهېل کي یو امریکایي سرتیری وژل شوی و.
",په ننګرهار کي پر ايتلافي ځواکونو بريد وشو
3338,قاري صاحب هجران,"
ګاونډيه آ شنا!!!زما په کور کي چي دا اور بليږي . زه به تر کومه حو صله کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زما پخې سړکي هم کچه سولې ، تا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړل.زما کورونه شول د خاورو ډېرې ، تا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړل.زما له کور نه هديرې جوړي شوې ، تا د خپل کور مينځ کي باغونه جوړ کړل.زما فرهنګ ، کلتور،معارف ختم شو ، تا ښار په ښار پو هنتونونه جوړکړل.زه ديسپرين ګولۍ ته هم حيران يم، تا کور په کور هسپتالونه جوړ کړل.زما د کونډي ابۍ پوړونی خرڅ شو، تا دي بي بي ته سره هارونه جوړ کړل.زما بندونه فابريکي وراني شوې ، تا کارخاني او ماشينونه جوړ کړل.زما ټانکونه طيارې کباړ شوې، تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ کړل.کور مي شه وران کړه مېړنيه اشنا د وران کندړو ننداره کومهاي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را يوه ګيله کومه.ستا له لازمي همکارۍ تشکر، کور د اباد په پښو درېدلی نه شم.زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور، تر سلو کالو جګېدلی نه شم.عمر به ستا په نوکرۍ کي تير کړم، ستا له قرضو نه تښتېدلی نه شم.کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل، له وروروژني خلاصېدلی نه شم.زما د خولې جلب هم ستا لاس کي دی ، په خپل اختيار اوس غږېدلی نه شم.په ځنکدن کي مي لاس پښې مه تړه ، چي ساه مي وځي خوځيدلی نه شم.مال او متاع مي ښه ښکاره تسليم کړه، لالا زه مرمه روغېدلی نه شم.خو ياد يې لره د هندوکش زمری يم، که يو ځل خلاص شوم تميدلی نه شم.په نوي رنګ کي پخوانيه اشنا د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را يوه ګيله کومه.ته د اخبار سرخی په ما جوړوه، غټ غټ پرې ليکه چي افغان مهاجر.دسخت باران او د ژلۍ له لاسه، په کمپ کي مړه دي سل خواران مهاجر.او بيا د سو تغذيي له وجهي ، مرګ ته نيژدې دي يتيمان مهاجر.دا ستا اخبار په ښه قيمت خر څيږي، ليکه اول مخ کې عنوان مهاجر.ستا ډاکټران به تجربې پرې وکړي ، پښې لاس ترې غوڅ کړه دي زخميان مهاجر.مزدوري ښکته کړه نرخ پورته بيايه، چي ښه مفلس شي دا خواران مهاجر.ښه مي تشخيص کړې مداريه اشنا ، زه ستا دولکي ته ننداره کومهاي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.يو خوا د امن سولي چيغي وهي، بل خوا باروت او امبارونه درومي.ډک په ميزايل او راکټو نو باندي، د داسلندو کتارونه درومي.څه د طالب څه د مطلوب په نامه ،سپينو جامو کي تک تور زړونه درومي.چاته شيعه چاته سني وايي ته ، ورته نقشې او پلانونه درومي.څوک په پښتون څوک په تاجک غولوې،يو خوا بل خوا نه کومکونه درومي.افغانان مري افغان ولس ورانيږي،خاينه ستا خو ډالرونه درومي.ته د خپل سر د غټېدو په غم يي، زما په سرکي شمار سرونه درومي.ستا د مطلب پوره کيدو په غرض، زمادعمر ارمانونه درومي.مال به دي ډېر شي قارونيه اشنا غم ستا ددې زېرمو خرچه کومه.اي په ما ګرانه ګاونديه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زهر د راکړه د حلوا په نامه، لاري لاستوڼي لاندي مار وختې.تا ددوستي او د وفا لاپي کړي، اخر دوښمن او جفاکار وختې.تا ويل چي سر او مال مي دواړه در کړل، خو حسابي کي مي قرضدار و ختې.نه دي ماديات نه معنويات را پريښول،د رنځ طبيب نه شوي دانکمار وختې.خام او پاخه مواد دي وويوړه زما، ته لاموړ نه شولي ښامار و ختې.غوښي مي خلاصي شوي هډوکي مي خورې ،اشتها دي بنده ده بيمار وختې.مړ ترور تا کړم نوم زما بد نام شو،ته مي قاتل د ورور او پلار وختې.هېر به مي نه شي ګلاليه اشنا خپلو لمسو ته نوشته کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زما د کور لمبو ته مه تودېږه، دېوال شريک لاليه اور به واخلې.بيا به يي په چل د مړکيدو پوه نه شي،ته به يو ځاي وژنې خو نور به واخلې.که شول خواره زما داور بڅري، اور ښار په ښار او کور په کور به واخلې.ته که زما په شان زخمي زخمي شوي،ګمان مي نه شي که ټکور به واخلې.دردمن زړګي ته مي زور مه ورکوه، خپله به ودرديږي زور به واخلې.زما په مړو ايرو کي څه لټوي، لال پکي وسوځيده سکور به واخلې.بيا به دي ځاي په يو وطن کي نه شي،لکه غوباري سخوندر تور به واخلي.په کور دننه بهرنيه اشنا، نور پس له دي درنه پرده کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.ته په برات کي د اختر حساب کړي، په ما شپي ورځي محرم تيريږي.ته د ملت سپيڅلي ورځي لمانځه، په ما هر وخت ملي ماتم تيريږي.زه چي لږ ساه واخلم مسکی غوندي شم،جانانه تا باندي ستم تيريږي.د خپلواکي د سباوون په هيله، پر ما تمام عمر تور تم تيريږي.زما لا يو ښخ نه وي بل سلګۍ کړي، مدام د غم د پاسه غم تيريږي.د بهرني دښمن ښکرونه مات شول،اوس ګاونديان مي کور په چم تيريږي.خو ګاونډيه ياره دومره واوره، هاغه چي تير شو نو داهم تيريږي.په خوي ګيدړ په رنګ زمريه آشنا تاته د زوړ ښکاري کيسه کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زه د محمود بت شکن اولاد يم، د سومنات بت نړولی دی ما.وکه تپوس دکيوناري، مکناټن نه، څوک سوځولی څوک وژلی دی ما.وګوره ليک د پرنګي تاريخ کي، ان ترلندنه زغلولی دی ما.چا چي په بد نيت ماته لاس راوړي، لاس ترې نه ولي کي غوڅ کړی دی ما.روس په جهان کي د خدايي دعوه کړه، په ټول جهان کي شرمولي دی ما.دنيا څو ځلي آزمايلی يمه، ميدان څو څو ځلي کتلی دی ما.ګران ګاونډيه حق دي و پيژنه،د ګاونډتوب حق ټول منلی دی ما.هېر به مي نه شي ګلاليه آشنا، خپلو لمسو ته نوشته کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه ",ګاونډيه آ شنا!!!
3339,,"
د غويي ٩مه ١٣٨٤
نن د غويي دمياشتي پر نهمه نېټۀ دافغانستان په پلازمېنه کابل کي وزلوبي وشوې .
درويټر خبري اژانس دکابل څخه خبر ورکوي چي نننۍ وزلوبي د پروان او پنجشير ولايتونو دوزلوبو لوبډلو تر منځ په کابل کي ترسره شوې .
په دې لوبو کي څو تنه اس ځغلوونکي چي اسونوته يې د وزلوبو دپاره ځانګړې روزنه ورکول شوې وي په يوه دايروي لوبغالي کي اسونه په هغه کس پسي ځغلوي دهر يوه لوبغاړي سره چي خوسکی ( ګيلګی ) ورسره وي . د لوبي هر لوبغاړی که خوسکی له ميدانه پورته کړي او د ټاکلي ځای ته يې په رسولو برالی سي هغه د لوبي ګټونکی پېژندل کيږي . په دې لوبه کي هر لوبغاړی هڅه کوي د بل له اس يا لاس څخه خوسکی واخلي او په اس منډي ته جوړ کړي .
خوسکی يا ګيلګی ځيني وختونه په هماغه ورځ او کله بيا دلوبي څخه يوه ورځ مخکي حلاليږي .
وزلوبه دافغانستان ملي لوبه ده او په دې لوبه کي د افغانستان د شمال او شمال لويديځو ولايتونو لوبغاړي د وزلوبو په سياليو کي ګډون کوي .
د يادوني وړ ده چي پرون د غويي دمياشتي اتمه نېټۀ د افغانستان د دولت له خوا د مجاهدينو د بري د ورځي په وياړ د لمانځني په مراسمو ( رسمي ګذشت ) کي هم يو شمېر پر اسونو سپرو دوزلوبي لوبغاړو ګډون کړی و .
",په کابل کي وزلوبي ( بزکشي ) وشوې
3340,,"
د غويي اتمه ١٣٨٤ لمريز
دافغانستان د ملي اردو له خوا په يوه خبر کي ويل شوي دي چي ددوی ځواکونو يو طالب نامتو قومندان وژلی او بل يې ژوندی نيولی دی . پېښه د زابل ولايت د دايي چوپان په ولسوالۍ کي ترسره شوي چي دملي اردو ديوه چارواکي په وينا دوه طالبان زخمي شوي او دا راز طالبانو ادعا کړېده چي يو امريکايي پوځي يې ژوبل کړی دی .
همدا راز د کندهار ولايت د ملي اردو قومندان خبريالانو ته وويل چي تېره شپه يې د ارزګان ولايت د ترينکوټ په ولسوالي کي دعملياتو په نتيجه کي دوه کسه مشهور طالب قومندانان ملا بسم الله وژل شوی او ملا مومن اخند ژوندی نيول شوی دی .
",د زابل او ارزګان په ولايت کي نښتي شوي دي
3341,,"
١٣٨٤دغويي نهمه کندهار
د کندهار ولايت د ارغنداب د شنوباغونو ترڅنګ د بابا ولي په ولسوالۍ کې د هيواد کلتوري ټولنې په نوښت د انار ګل مشاعره نن ترسره شوه چې د دغۀ ولايت او شاوخوا سيمو شاعرانو او ليکوالو پکې برخه لرله .په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د نارنج ګل ، وردګو کې د مڼې ګل او زابل ولايت کې د بادام ګل تر مشاعرو وروسته د انار ګل مشاعره نن د غويي دمياشتي پر نهمه نېټۀ ترسره شوه . د انار ګل په مشاعره کې د کندهار د اصلاعات و کلتور د ريس ښاغلي بابي تر څنګ د ولايت ځينې مخور کسان او وتلي شاعر عبدالباري جهاني هم ونډه لرله .
د مشاعرې په غونډه کي دځينو فرهنګي ټولنو د پيغامونو تر څنګ د هيواد څخه بهر د يو شمېر شاعرانو شعرونه هم ولوستل شوه .
د هيواد کلتوري ټولني مرستيال ښاغلي غلام سخي نوريوال بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي راتلونکې جمعې ورځ به په کندهار کي د رشاد ادبي بهير او مېشتو کلتوري ټولنو په ګډون د ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ يوه غونډه او مشاعره جوړه شي .",په کندهار کي د انارګل مشاعره جوړه شوه
3342,ننګيالی بڅرکی - هالنډ,"
١٣٨٤ د غويي لسمه ",د احمدشاباباد علمي او ادبي ټولني د خواشينۍ پيغام
3343,,"
",
3344,رحمت اريا - کاناډا,"
رحمت اريا - اټاوا کاناډا
١٣٨٤ د غويي لسمه
ددغه مطلب ریښې به له سیاسي پلوه وڅیړو اووبه وینو چي دداسي چینل خپریدل دپښتنو په گټه دی او په ریښتیا دپښتو ژبي دودي لپاره په څپو شویدی او که بله موخه لري.
پدې وروستیو کي د خیبر په نوم ټلويزيوني خپروني په پښتو ژبي په څپو شوي . له بده مرغه دغه ټیلويزيوني چینل دپښتون افغان شاعر خدای بخښلي ملنگ جان شعر (دازمونږ زیبا وطن) چي دټولو افغانانو لپاره یې د ملي حماسې سندري بڼه درلوده او لري یې په بله بڼه اړولې چي له امله یې دګڼ شمیر افغانانو احساسات راپارولي او یوشمیر تبصرې او احتجاجیه لیکونه پرې لیکل شویدي او د خیبر ټيلوزيون له چلونکو څخه یې غوښتنه کړې چي رسمي معافي وغواړي او ژمنه وکړي چي په راتلونکي کي پداسي پارونکو خپرونو لاس پوری نه کړي.
په لومړیو کي ددغه ټلوزيوني خپروني دپښتنو لپاره یو ښه زیری وو چي ګڼي د پښتو ژبي او ثقافت دودی لپاره به جوگه شي ځکه چي د کابل داطلاعاتو او کلتور دوزارت دمور اومیرې سلوک له پښتو ژبي سره د پښتنو هیلي له خاورو سره یوکړي او له خپل هیواد څخه یې دا هیله نه نلرله . نوځکه له پاکستان څخه پښتو ټلوزيوني خپرونو ته یې زړه ښه کړی وو. خو په عین حال کي د افغانستان دولت په خاصه توگه د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه ټلوزيوني خپروني یې په یوې ځانگړي زیرکي وغندلی . یو شمیر احساساتي پښتانه وروڼه ددغي غندني په اړه خپله ناخوښی هم څرگنده کړه . داچي ولي ددغه ټلوزيوني چینل خپروني غندل شویدي ډیري ژوري سیاسي ریښي لري . که څه هم داوسني اطلاعاتو اوکلتور وزارت څخه دا هیله نه کیږی چی خپله یو اړخیزه پالیسي دپښتو په اړه یو ځل له سره وڅیړی خو فکر نه کیږي چي دغه غندنه ددې په خاطر شوي وې چي دپښتو دژبي اوثقافت دودي د مخنیوي لپاره کومه ځانگړې مو خه ولري . اوس به پر دغو سیاسي ریښو یو ډیر ځغلنده نظروکړو او وبه وینو چي دغه سیاسي موخې کومي دي او ولي پداسي حساس وخت کي چي افغانستان د یونوي بهیر په لور روان دی داسي یوه سیاسي ننداره دټیلی ویژني خپرونو تر نوم لاندی دپښتنو په خاطر او دپښتنو تر نامه د پاکستان ددولت له پلوه په سیمه کی سټیج ته راځی؟
پدې اړه لومړنۍ پوښتنه چي را برسیره کیږي داده چي کله چي دافغانستان خلک له سرو لښکرو سره په جگړې کي دخپل هیواداوآن د پاکستان دخاروي ساتنه کوله ولي یې په خپلو رسنیو کي دآزادۍ یا خیبر یا کوم بل نوم تر عنوان لاندي داسي یو ټیلی ویژني چینل په څپو نه کړ چي په هغو کي افغانانو ته دا حق ورکړی وای چي له سرولښکرو سره په خونړۍ جگړه کي دیوې موثرې خپلواکۍ تبلغاتي وسیلې په توگه کارواخلي او دا مجال ورته پیدا شوی وای چي خپلي آزادي بخښونکي کارنامې یې نړیوالو ته ښولی وای . او یا یې په هغه وخت کي دپښتونخوا د سیمي لپاره اودپښتنو اودپښتو دودي لپاره داسي امکانات ورپه برخه نه کړل چي نن دخیبر ټي وي تر عنوان لاندي داسي خپروني په څپو کړي دي؟
دپاکستان له جوړیدو څخه نږدی شپږ لسیزي تیریږي . دا دیوه هیواددسیاسي ژوند او دتاریخ په پرتله دومر لنډ عمر دی چي حساب یې دخپلو گاونډیو هیوادونو دعمر په پرتله په ملي مایکرون هم نشي اندازه کیدلای اودادیوه نوي زیږیدلي ماشوم بڼه لري چي نه په خبرو پوهیږي، نه په لاره تلای شي او نه پرته د خپلي مور او یا میرې له مرستي خوراک اوڅښاک کولای شي . څه رسي دا چي دا عجیب الخلقه ماشوم په نورو د واک چلولو نارسیدلی بیرتونه تاوکړي او یا دولت او حکومت صادر کړي . څرنگه چي دغه خام آزمایښت یې پر ټوټې ټوټې افغانستان او ددغه هیواد پر کړیدلو او ځوریدلو خلکو وکړ.
دپاکستان له جوړیدو څخه راپدیخوا دپښتونستان لانجه د افغانستان او پاکستان ددولتونو (نه خلکو) تر مینځ دیوې دردناکي غوټي په توگه پاته شویده . د پاکستان دولت تل له دې خبری ویریدلی چي د پښتونخوا سیمي ته دپاکستاني پنجاب په پرتله خود مختاري ورکول د پاکستان دولت ته خطرناک تمامیږي . له هند سره په دریو جگړوکي پاکستان دخپلي خاوري یوه لویه برخه اووگړي ( بنگله دیش) له لاسه ورکړ چي دداسي یوه نوی هیواد رامینځ ته کیدل دپنجابي جنرالانو اوسیاستوالو لپاره داسي یوه نه هیریدونکې څپیړه وه چي درد به یې په پیړیوپیړیو له یاده و نه وزي . دافغانستان دولت که غوښتلای چي خپله ادعا شوې خاوره او وگړي په هغه وخت کي له پاکستان څخه تر لاسه کړي نو کله چي پاکستان له هندسره په جگړو بوخت و کولای يې شول چي په یوه کوچني وسله وال خوځښت دا سیمي له پاکستاني منگولو څخه خلاصي کړي . ولي دافغانستان د هغه وخت دولت دپاکستان دولت ته ډاډ ورکړ چي له خپل گاونډی ورور سره به دژوند اومرگ پداسي حساسي مرحلې کي داسي ونکړي چي دهغه گټو ته تاوان ورسوي بلکي په هغه وخت کي افغانستان دگڼ شمیر پاکستانیانو کوربه شو اوروته یې خپله غیږه په سخاوت پرانستله.
دبنگه دیش په له لاسه ورکولو، دپاکستان دولت له دغی ویری څخه په سبق اخستنی دا هڅه وکړه چی دپښتونخواوسیموته دآزادو قبایلو تر غولونکی نوم لاندی یوه داسی آزادی ورکړی چی ګڼي ددولت سیاسی واکمنی به ددوی په سیمو کی په اجباری توگه نه تحمیلیږی اودوی ته یی دغه آزادی پدی شرط ورکړه چی دپاکستان په جغرافیایی حدودو کی به پاته کیږی.
دغی سیاسی بډی پښتونخوا د پاکستانی پنجاب په پرتله دومره له پرمختگ څخه په ځانگړی توگه له اقتصاد او زده کړی څخه لیری پریښود چی ددی سیمی بیوزلی خلک دی ته اړشول چی د خپلی بقا او پایښت په خاطر کله دافغانستان له دولت سره دیو اړخیزی دوستی سر وښوروی او کله هم پنجابی واکدارانو ته دا ډاډ ورکړی چی ګڼي مونږ له تاسو سره یو.
دغی دژوند اړتیادسیمی خلک دی ته وهڅول چی دخپل پایښت اوورځنی ژوند لپاره دقاچاقو هډی جوړی کړی او دناقانونه وسلو دجوړولودکاخانو انبارونه آباد کړی. ددغی سیمی خلک په وسلو سمبال شول حال دا چی دپنجابی پاکستان وگړو ته پوهنتونونه او ښوونځی جوړل شول. دوسلو فرهنگ په دوی وتپل شو او خلک یی دپاکستانی واکدارانو په نظر کی شریر اوسرکښ وبلل شول. له بله پلوه دا سیمی پداسی نامعلومه برخه لیک کی ښکیل شولې چی پاکستانی سیاست جوړونکی وکولای شی په راتلونکی کی له هغوڅخه دافغانستان پر ضد دخیز دتختی په توگی وکاروی. افغانی ضد هډی او ډلی یی وروزلی او هیواد ته دورانکاری لپاره راولیږلی.
دافغانستان او پاکستان تر مینځ دغی غوټی،افغانستان دی ته اړ کړ چی د خپل جغرافیایی موقعیت پر بنسټ چی له سمندری لاری محروم او وچی ته محدود یو هیواد وو دپخوانی شوروی و حکومت ته له اقتصادی پلوه ډیر نږدی شی او آن داروپایی هیوادونو او نورو لویدیځو هیوادونو په سر کی یی امریکا،افغانستان دروسیی د قمر یو غړی وګڼي . دسیټو په تړون کی د پاکستان گډون افغانستان ته یو بل سیاسی گوزار وو چی په سیمی کی دوسلو سیالیو ته لمنه وهله اوافغانستان دی ته اړ شو چی نور هم روس ته ورنږدی شی او په روس پوری وتړل شی. دی کار افغانستان دهغی عنعنوی پالیسۍ کمبله ورټوله کړه په کوم چی افغانستان د یوه بفر ستیټ یا حایل هیواد په توگه غوښتل ددواړو زبر ځواکونو دساسیتونو اومرستو برابر انډول وساتی او افغانستان غوښتل چی داروپایی هیوادونو او نوری لویدیځی نړی له اقتصادی سیالیو څخه اعظمی گټه دهیواد دآبادی لپاره وکاروی. خو دغه پالیسی دډیرو مرسته کونکو هیوادونو په پام کی یوه دوه مخیزه پالیسی وه چی نی شوای کولای یو لوری هم خوښ وساتی نه ختیځ زبر ځواکان او نه لویدیځ. مگر له دې سره سره لکه څرنگه چی وویل شول افغانستان د روسیی په قمر کی پریوت او روسانو دآسانو پورونو دورکړی تر پلمی لاندی دافغانستان په ټول سیاسی او اقتصادی ژوند کی منگلی ښخی کړی او په غیر مستقیمی توگه یی افغانستان دخپلی امپراتوری یو جزٴو ګڼلو. کله چی خدای بخښلی سردار محمد داود دنوی جمهوریت په مینځ ته راوستلو غوښتل دروس له ولکې څخه افغانستان ځان او هیواد خلاص کړی خپل ځان او کورنی یی له لاسه ورکړه او هیواددسره وږی ښامار او دهغه دروزل شویو لیوانو په لاس کی پریوت او هیواد وران ویجاړ شو.
افغانستان تل داهیله لرله چی دروسیی له دغه تړاو (وابستگی) څخه ځان خلاص کړی او لویدیځه نړی یی دی ته هڅوله چی په افغانستان کی پانگه اچونه وکړی او پرمختایی پروژی پلی کړی. په ١٩٦٢ زېږديز کال کی افغانستان او پاکستان دواړو یو تړون لاسلیک کړ چی افغانستان دکراچی دسمندری بندر له لیاری د هند سمندر ته دآزاد ترانزیت لاره وموندله خو دغه تړون ددواړو هیوادنو تر مینځ ونشو کولای چی موجوده خړه پړه سیاسی فضا روښانه کړی او دپښتونخوا لانجی ته د پای ټکی کیږدی.
دلویديځی نړۍ دمرستو د راجلبولو پالیسی که څه هم وتوانیدله چی ځینی پرمختایی پروژې په هیواد کی پلی شی مگر دا پروژې د روسیې دسخاوت او نذرانی په پرتله دومره لږی وی چی نه شو کولای یو له بل سره یی پرتله کړو. لویديځی نړی په ځانگړی توگه دامریکې متحده ایالاتو او بریتانیې دخپلو مرستو او پرمختیایی پروژو غزول و افغانستان ته پدې شرط وځنډول او یا محدود کړل چی د افغانستان دولت د پاکستان له حکومت سره دپښتونستان لانجې ته پای ورکړی. افغانستان هڅه کوله چی دا لانجه دی په سیمی کی په ریفرانډم کیښوول شی او دپښتونخوا خلکو ته اجازه وکړل شی چی آیا له پاکستان سره پاته کیږی یا له افغانستان سره او یا هم جلا دولت غواړی،ولی دپاکستان دولت پر دی خبری ښه پوهیده چی پښتونخوا هرمرو له افغانستان سره یو ځای کیدونکی ده او ددی سیمی پښتانه غواړی چی له خپلو افغانی پښتنو وروڼو سره چی گډ نیکونه اوټبر لری یوځای شی او دډیورند کرښه یی یوه شرمونکی تپل شوی کرښه ګڼله او دپښتونخوا په هری سیمی کښی او په هر دیوار باندی دا کرښه په سره رنگ لیکلی شوی وه چی (دډیورند لاین نه منو) او دا تر اوسه موجودی دی. دپښتونخوا سیمی خلک تر اوسه ځانونه پاکستانیان نه بولی. آیا دپاکستان حکومت ته تر دې بله کومه لویه ویره شته؟ پایله دا شوه چی د پاکستان حکومت نه غواړی او نه یی غوښتل چی دغی سرطانی غوټی ته پدې بڼه دپای ټکی کیږدی او دخپلی ادعا شوی خاوری یوه بله برخه په مفته له لاسه ورکړی. پاکستان ته د سرطان لومړی غوټه دبنگله دیش مسله وه،دوهمه لا علاجه سرطانی غوټه له هند سره دکشمیر لانجه ده اودریمه غوټه دپښتونخوا لانجه ده. له هند سره په سیالی کی دې اړ شو چی داټومی ځواک څښتن شی.
دپاکستان ستره لانجه داده چی دغه هیواد نه یو تاریخی هویت لری او نه پاکستان کی میشت توکمونه یو له بل سره ژوری گډی تاریخی ریښی او اړیکی لری.لکه بیل شوی بنگالیان،کشمیریان،بلوڅان،سندهیان، پنجابیان اوپښتانه. له همدی امله ده چی دپاکستان ددولتونو سره ستره ویره د بیلتون غوښتونکو توکمونو اوپاڅونونوڅخه ده. دوی ډیر ښه پوهیږی چی ددغو پاڅونونو په راپورته کیدلو او د بیلتون غوښتنی د میچنی په یوه څرخ سره به دنړۍ دنقشې پر مخ به دپاکستان په نوم څه پا ته نشی.
پرافغانستان باندی دسرولښکرناځوانمردانه خونړی تیری اودروسانوپه لاس دجوړشويو گوډاگیو گوندونو اوجاسوسانو په وسیلی دغوایی خونړی کودتا، دسیمی اونړی پام په افغانستان کی نویو حالاتو ته راواړو چی له ټولو څخه لومړی دپاکستان دولت ته یی یوه نوی سا ورکړه او دپښتنودبیلتون غوښتنی له خوځښتونو څخه یی زړه ډاډه شو اوټول پام یی دکشمیر سرطانی غوټی ته نیغ کړ چی په پای کی له هندوستان سره په سیالی کی د اټومی ځواک څښتن شو. خو له پښتنو اوآزادو قبایلو سره دپاکستان هماغی عنعنوی لاری دوام وموند. دغوایی کودتا په افغانستان کی پاکستانی سیاستوالو ته نوی دمه ورکړه. دغه غوایی له ځانه سره یوه بلاربه غوا درلوده چی پاکستانی سیاستوالو ته یی په افغانستان کی دجگړی داور دتودساتلو تر پلمې لاندی ښه کوچ،ماسته اوشیدې برابرولې .دوی دغه غوا دومره وشاربله چی په غوا کی نور څه پاته نشول او بیا یی دهغی په غوښی، پوستکی اوهډوکو پسی چړی راواخیستلې . خبره دی ځای ته ورسیدله چی دغه هیواد پر افغانستان دواکدارۍ کولو بریتونه تاوول اوافغانستان یې له ١٩٩٢ زېږديز کال راپدیخوا دخپلی خاوری یوه صوبه ګڼله . افغانستان ته یې دروسانو په شان درژیمونو په صدور پیل کړل. داهغه خونړی ناکامه اشتباه وه چی ددوی تر سترگو او ددوی تر مخ روسانو آزمویلی وه. دهیواد په کورنیو چاروی کی نیغ په نیغه لاسوهنه،درژیمونو لیږدونه اوړنگونه دپاکستان دسیاست یو جزٴوو. ددغه سیاست لومړی برخه داوه چی دافغانستان وسله وال ماشین ټوټی ټوټی کړی ځکه چی روسانو له خپلی ناکامی تیښتی وروسته خپل لاس پوڅی رژیم ته یی ستر وسله وال ماشین پری ایښی وو او پاکستانی جنرالان ښه پوهیدل چی که افغان مجاهد جنگیالی چی له روسانو سره په جگړه کی د ښه روزل شویو کماندویانو په توگه روزل شوی او دکمونیستی رژیم دوسله وال پوځ سرتیری اوافسران سره له یوه لوی وسله وال ماشین په گډه داسی یو ځواک جوړیدای شی چی ددغه آزمایښت شوی نوی ځواک ماتول هم پاکستان او هم دسیمی نورو هیوادونو ته څه آسانه کار ندی او ایران هم له همدی ویری ورته پالیسی ته ملا وتړله او دهیواد دوسله وال پوځ په ټوټی ټوټی کیدلو کی له هیڅ راز بی شرمیو څخه دریغ ونکړ او یواځنی آسانه لاره داوه چی ټول یو له بله سره وجنگوي.
دوهمه پالیسی پر ملی شتمنیو تیری، چور او تالا کول، دعادی وگړوشتمنی ویجاړول او غیر منقولی شتمنی دبمب او باروتو په اور کی تباه کول او پولی انفلاسوین ته وده ورکول وو چی هیواد له هره اړخه په خپل اقتصاد پوری وتړی. دا انفلاسیون تر دی حده اوچت شو چی په هیواد کی دننه وگړی دی ته اړ شول چی خپل هیواد کی دپردی هیواد، پاکستانی کلداری، وچلوی او دا ددوی ژوند یوه برخه شوله. کله چی د یوه هیواد پولی واحد په بل هیواد کی په عملی توگه په چلند راشی نو سپینه اوبر بنډه خبره ده چی هغه هیواد ته نور څه پاته دی اوملی هویت او جغرافیه یی د له مینځه تللو په حال کی ده. تر دی وروسته یی د هیواد تاریخی آثارو پسی راوخیستله او هر څه یی چی له لاسه وشول ویی کړل. آن داچی نصیرالله بابر دپاکستان دکورنیو چارووزیر او دطالب دپروژې یو اصلی لوبغاړی په خپل کور کی دافغانی تاریخی غلا شویو آثارویو موزیم جوړکړ.
کله چی طالب پروژه په هیواد کی پلې شوله بیا نو پاکستان ددې نارې سورې پیل کړې چي مونږ یوه باثباته افغانستان ته اړتیا لرو. هو! وروسته له دومره ورانیو او تباهیو کله چی مو زړه ډاډه شو چی افغانستان کی نور څه پاته نه دي او پاکستانی سوله او ثبات غواړي او پر خپلو ایراني او تاجیکي سیالانو مو لاس بر شو بیا مو دسولی اوثبات ناریې سورې پیل کړې؟ دسعودی عربو او امریکایی دتیلو دکمپینو په ډالرونو مو طالبی پروژه پیل کړه اودسوچه اسلام بیرغ مو په لاس کی ورکړ. دهیواد ملی شتمنی مولوټ او تالا کړلې . دبامیانو بت چی پنځه زره کلن تاریخی عظمت یی درلود دړی وړی کړ. افغان امپراتور سلطان محمود غزنوی چی په هندوستان کی یی د سومنات بت مات کړ، داسلام سپه سالار او حامی وو او دخلکو په باور چی د خدای ولی وو په هغه وخت کی یی د بامیان بت ته یی لاس ور نه وړ او دهغه تاریخی ارزښت ته یی په درنښت وکتل. ولی پاکستانی طالبانو دخپلو پنجابی جنرالانو په لارښونه په افغانستان کی هغه یواځینی تاریخی هستی هم له مینځه یوړه.
له ١٩٩٢ زېږديز کال راپدېخواپاکستان له خپلو سیمه ایزو سیالانو سره په سیالی کی دافغانستان د تجزیې لوبه پیل کړه. دخراسان کبیر، تاجیکیستان کبیر او لوی پښتونستان نقشی جوړی شوې . ایران پاکستان ته بیرتونه تاوول چی لالا زه له تا څخه کم یم. زه هم دمیلونونو افغانانو کوربه یم او حق لرم چی افغانستان زه د(فلات ایران) په نوم یادوم پدی خاوری باندی منگولی ښخی کړم. بیا له تاجیکستان سره گډه ژبه لرم او ځینی افغانان خو لا ایران (خانه فرهنگی مان) بولی . نو ایران خو دا پلرنی ؟؟؟ حق ځانته ورکولو چی له خپلو پاکستانی سیالانو سره زور آزمایی وکړی.او پدي سیاسی سیمه ایزی نندارې کی ایرانی سیالان پر پاکستانیانوسیالانو دخپلو تاجیکو انډیوالانو په مرستی بر لاسی بریښیدل. تاجیکیستان ته خو روسانو ښه درس ورکړی وو او روسان د افغانانو پر ټولنیز جوړښت ډیر ښه پوهیدل او آن دا چی داسی گوندونه او کسان دننه په افغانستان کی لا تر لاوسه شته چی ددغی پالیسی پلی کوونکی دي . پدې ډول دبیلتون غوښتنی دغه درسونه خو روسانو خپلو لاس پوڅو ته په ښه ډول ورکړی وو. پدې ډول دبیلتون غوښتنی له هغه اور څخه چی پاکستانی جنرالان دپښتونخوا له پلوه ورته په ویره کی وو هغه یې په افغانستان کی بل کړ. خو لکه څرنگه چی وویل شول په افغانستان کی مېشت وگړي گډي تاریخي ریښې لری او هیڅ ځواک نشي کولای چي دغه توکمونه یو له بله بیل کړی.
له بله اړخه کله چی دغه سیالان پدې وپوهیدل چی دافغانستان دټوټې ټوټې کیدلو لمبې به ددوی کورونو ته وغزیږی نو لدې ناولي پالیسۍ څخه لاس په سر شول . ځکه چیي له یویې خوا یې نړۍ ملا تړ نه کاوه او له بله اړخه ددغه هیواد په له مینځه تللو به داسی نوی نور دولتونه جوړ شی چی دوی ته به یو لوی درد سر پیدا کړی او مخه به یې بیا هڅوک ونشی نیولای . لکه په ایران کی د کردانو پاڅونونه، په پاکستان کي د پښتونخوا اوکشمیر لانجې او داسی نور.
لویديځی نړۍ ته هم دا گرانه وه چی دغو نویو رامینځ ته کیدونکو هیوادونو سره جلا جلا معامله وکړی او بلي خوا دهغوی سمیه ایزو گټو ته زیان رسوی . په حقیقت کي دغه کار منځنۍ آسیا، عراق، ایران،هند او پاکستان ته اور اچول وو. دا هغه له خطره ډکه خونړی لوبه وه چی دګڼ شمیر افغانانو له وینو تویولو وروسته دسیمي سیالان په سر کي یې پاکستانیان متوجې شول او په خپلي پالیسۍ کي یې له سره بدلونونه راوستل.
دا ټوله بد بختی هله پیل شوله چی کله چی په افغانستان کی روس پلوی گوډاگی رژیم نسکور شو. لویدیځي نړۍ په سر کي یر امریکا په افغانستان کي خپل ماموریت پای ته ورساوه او افغانستان یې له ١٣ کالو جگړووروسته ( ١٩٧٢- ١٩٩٢ ) دسیمي د سیالانو په منگولو کي یوازي په میدان پریښود. بې ځایه نه ده چي دامریکا دبهرنیو چاورو سکرتره (وزیره) میرمن رایس له افغانستان څخه د تیري میاشتي لیدني په وخت په ډانگ پیلې توگه وویل چي مونږ به افغانستان نور یوازي نه پریږدو. داسفر پداسي یوې موقع کي تر سره کیږي چي امریکا خپل ځانگړی افغان ټبری استازی او سفیر زلمی خلیلزاد دافغانستان له ماموریت څخه گوښه کوي او عراق ته یې دورته ماموریت لپاره لیږي . داسي بریښي چي ښاغلی خلیلزاد دپاکستانیانو په پټو کارنامو ښه خبر و او په حقیقت کي په پاکستان باندي یې دا نیوکه لرله چي دالقاعدې په لټون پسي دپاکستاني لوري هڅی هیڅ اویا له دوه مخي سیاسیت سره ملگري دي . پاکستان ډیري هلي ځلي وکړې تر څو امریکایي مشران پدې وهڅوي چي خلیلزاد له افغانستان څخه بیرته وغواړي . ولي امریکایي مشرانو دا خبره نه منله تر څو چي پاکستان دخپل بادار او ولي نعمت انگریز په میځگړیتوب امریکا دې ته وهڅوله چي خلیلزاد له کابله لیري او عراق ته واستوي ځکه انگریزانو ته پاکستان هومره ارزښت لري لکه چي په خپله انگریزان وامریکایانو ته . نو له دې امله د میرمن رایس خبره وروسته د خلیلزاد له لیري کیدلو په مخامخ ډول و پاکستاني جنرالانوته وه چي نور به افغانستان ستاسو لاسوهنو ته یوازي نه پریږدو.
دروسیې دسرې امپراتوری له دړي وړي کیدلو وروسته چي دافغانستان دملت په مټ او دلویدیځي نړۍ په مالي مرستي تر سره شوه پاکستان تل دا ناولې هڅه کړې چي دا لاس ته راغلی تاریخي افتخار په ځان وتړي او په مفته بیه دافغانستان له لاري دمینځنی آسیا دنویو په دولت رسیدلو هیوادونو بازارونو او طبیعی زیرمو ته په آسانۍ لاره پیدا کړي . هند چي د پاکستان سیمه ایز سیال دی هم غواړي چي په هر راز وی پدې لوبه کي تر پاکستان د مخه شي . بې ځایه نده چي د تاجیکستان په سیمه کي هندي پوځیان او مشاورین لومړی د مسعود دډلی ملگرتیا کوله او دامریکایي له ځواکونو له راتگ څخه وروسته دهغوی ککرۍ په بربنډه توگه له تاجیکستان څخه راپورته شولې.
د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپتامبر د یولسمی پیښی په نیویورک کي، افغانستان ته داسي یوه ځانگړتیا ورکړه چي نه یې پاکستاني جنرالانو اوسیاست جوړونکو دا خیال کولو او نه ایراني توري پگړیو ملایانو اوآیت الله گانو، نه تاجیکي او ترکمن گاونډیو دا انگیرنه درلوده چي نړیوال سوله ساتونکي ځواک په سر کي یې امریکا به یوه ورځ افغانستان ته راشي او هلته به دلویدیځي نړۍ او یا هم ورسره جوخت دافغانانو دملي گټو پربنسټ به یو نظام رامینځ ته کړي چي د گاونډیو د ټولولاسوهونو ریښې به له بیخه وباسي او دخوبونو نړۍ به په داسي ډول ونړیږي . دا ددوی په فورمولو کښي نه وه محاسبه شوې . دغی پېښي پاکستاني جنرالان او ایراني آیت الله گان هک پک کړل. له دې امله دې ته اړ شول چي یو ځل بیا دخپلو میزونو تر شا کښیني او نوي رامینځ ته شوي بهیر ته په ځواب کي نوي پلانونه جوړ کړي او له هغو سره ځانونه عیار کړي.
افغانستان ته دامریکایي پوځونو په راتگ سره یوځل بیا دپاکستاني جنرالانو غوا بلاربه شوه او بیا دمفته کوچو،شیدو او مستو په خیال یی خپلی سترگي دافغانستان په لوري په بله بڼه نیغي کړې او هغه دا و چي په څه راز له امریکایانو سره په معامله کي له هغوی څخه د القاعدې د ټکولو تر بهانې لاندي نوي ډالر تر لاسه کړي . لومړی یې له امریکایانو څخه ښه ډالر تر لاسه کړل تر څو دالقاعدی وړې او خورې ورې ډلي گرفتاري کړي . له بلې خوا یې خپلو سرکشو ملایانو ته د یوه سیاسي رشوت ورکولو په بدله کي د صوبه سرحد دواکدارۍ ځواک په بربنډه ورځ په لاس کی ورکړه ترڅو دهغوی خوله پدې ډول پټه وساتي کوم چی دا ملایان په خپله دالقاعدې اصلي بازیگران وو او دطالبانو په وخت کي د همدغو ملایانو په لاس یې پاکستاني اسلامي شریعت پلي کړ او دپاکستان له پلوه دوی د طالبانودملا تیر ګڼل کیدل چي دپاکستان دولت خپلي مالي اووسله والي مرستي په پټه له دغه چینل څخه افغانستان ته لیږلې . داسي دومخیزه لوبه چي هیڅ چا یې تصور هم نشو کولای.
دالقاعدې دپاته شونو دعملیاتو تر نامه لاندي دپښتونخوا په سیمي کي پاکستان ډیري ستري سیاسي گټي واخیستې. دا په اصطلاح د القاعدې ضد عملیات ورته الفایده شول . پاکستان هیڅکله پدې نه وو توانیدلي چي د پښتونخوا په سیمو کي دخپل عنعنوي سیاست پر بنسټ پراخ پوځي عملیات وکړي . په پښتونخوا کي دپراخو پوځي عملیاتو ننداره هغه هم دامریکا په مالي مرسته چي پاکستاني جنرالانو ته پرته له کومه مصرفه تمامیږي پاکستان ته دا توان ورکړ چي د پښتونخوا دسیمو مشرانو ته خپله سره سترگه ورښکاره کړي او بله اړخه پاکستاني دولتي حاکمیت ټینگ کړي چي دپاکستان له رامینځ کیدلو وروسته د پاکستان دولت پدې نه و توانیدلای چي پدغو سیمو کی پداسي عملیاتو لاس پوري کړي.
کله چی دپښتونخوا په سیمي کي دپاکستان ددولت منگولي ښخي شولې نو اوس وار ددې دی چي دپښتنو دغولولو لپاره د یوه سیاسي رشوت په ورکولو هغوی خوشحاله کړي او هغه د خیبر د ټیلی ویِژن خپریدل وو. دپاکستان پدې لوبه د پښتونخوا اصلي پښتانه بچي په سر کي یې د هغی پښتنی سیمی روڼ انده قشر او لیکوالان نه غولیږي او پرې ښه پوهیږي نو ځکه دخیبر ټیلی ویِژن خپرونکو ته نه خپلي مقالې او نه شعرونه ورکوي . هغوی ښه پوهیږي چي دهغوی حقه حقوقو ته پاکستان په سپکه کتلي .هغوی ځانونه په اصل کي پاکستانیان نه بولي بلکي هغوی ځانونه پښتانه بولي او دا شعار یې تل له پښتني خولې وتلی چي( لر اوبر یو پښتون یو افغان یو آواز). نو خیبر ټیلی ویژن دپاکستان ددولتي حاکمیت دپلي کونکي اویوې پاکستاني (نه پښتني) جمعې رسنۍ په توگه د پاکستاني روحیې د تقویې په خاطر دې ته اړ دی چي د(ښکلی پاکستان) کلمه دخدای بخښلی ملنگ جان دشعر په وروستي بند ور زیاته کړي.
د خیبر د ټیلی ویژن خپروني پدې خاطر هم شویدي چي پاکستان له ایرانیي رقیب سره په رقابت کي خپلي پایڅې بډ وهي او دا دوه مخیزه سیاست په سیمه کي پر مخ یوسي . ځکه یو شمیر پلورل شوي افغانان لکه څرنگه چي د مخه وویل شول ځانونه له فرهنگي پلوه ایرانیان بولي (ایران خانه فرهنگی من است- لطیف پدرام د جمهوری ریاست کاندید )
ددغو لوبو په ترڅ کي دغو ښاغلو لوبغاړو او دهغوی لاس پوڅو ته باید یو ځل بیا دتاریخ پاڼي راواړول شي او دتاریخ درس دي له سره ووایي اوافغانستان دي د خپلو سیاسي لوبو ډگر نه جوړوي . ددې خاوري پښتون، ازبک، تاجیک،هزاره،بلوڅ،نورستانی، ایماق، ترکمن ،پشه یې ،عرب او هندو ټول سره یو دي او اوبه هیڅکله څوک په ډانگ نشي بیلولای . نن که هر څه وي سبا ددې خاوري زامن بیرته هماغه ورونه دي او دافغانانو دتورو هیبت دلته په دې میړنۍ خاروه کي ډیر په گونډو کړیدي.
",ولي خيبر ټي وي جوړ او په خپرونو يې پيل وکړ؟
3345,عبدالهادي ريشا - کراچي,"
١٣٨٤ د غويي لسمه
مخترعینو دانسانانو دپاره، د دوی د ژوند د آسانتیاو پخاطر ډېر شیان د علم له برکته اختراع کړي دي، مثلاً: تلګراف، ټیلیفون او نور . . . بیا یې په دریاب کي دا دونه ابېجه بلا (اوګوټ) بې پښو- بې لاسو را رهي کړې ده ، بلا یې کړې ده، آفرین!
طیاره چي یې الوزولې ده ، لويه آهني پرنده هم لويه - عجبه اختراع ده (اېري والله) وداسي کمال ته .
موټر چي یې پر مځکه وځغلاوه ډېر اعلی ، شاباسی ورته وایم ، خو دخرو لا نه یو خلاص سوي .
راډیو د انسانانو لوی ضرورت پوره کړئ دئ ، په حالاتو چټک سره خبریږي . په تلویزیون کي چي ټوله نړۍ لیدل کیږي دا هم ( آ ئـينهء جهان نماء) ده - لوی ایجاد دئ او د حیرت نو آور دئ ، صد آفرین!
کمپیوټر خو (هو- ها) مې ( مه يې ) کوه خبري ، چي و بشر ته د غټ بري او خدمت نمونه ده - ډیري غوټي په خلاصیږي - د حیرت ګوته مو په غاښ ورته نیولې ده . هغه چا، چي ګرځنده ټيليفون ( موبائل )را ایستلئ دئ ، (دمور شیدې) خدای (ج) خبر چي بله مور به داسي زوی زېږوي . برق ، طبي - زراعتي آلات او خدمات خو مه ښوروه . دا ټول اختراعات ، د مخترعینو له خوا څخه انسانانو ته عظیمي عطیې ( پېرزويني ) دي ، مګر بدبختانه مختر عینو د دې ګټورو اختراعاتو په څنګ کي خورا نابوده ، تاواني او تخریبي ایجادونه هم کړي دي ؛ تباه کنه اسلحې یې جوړي کړي دي . د قتل عام د پاره یې ِِاټم - بم د سرګلولې سره دینګ درولی دئ ؛ دا قسم اختراعات بیا د تحسین وړ نه ، د نفرین او تلعین وړ دي . ما و داسي ایجادګرانو ته خورا درد راځي ، چي د انسانانو د قتل د پاره تباه کن اسباب جوړوي او استعمالوي .
زه دا ډول احمقانه اختراعات سخت غندم . شرم دئ ، چي د اټم نوم په نورو ښو اختراعاتو کي یاد سي ، که یاد سي نو زه د عوامو دغه اصطلاح یادوم ، چي (ټوله مو ، ټر!!) .
",مخترعين او اختراعات - عبدالهادي ريشا - کراچي
3346,,"
١٣٨٤ د غويي لسمه ميرويس جليل کابل
نن د غويي دمياشتي پر لسمه نېټۀ په سيمه ايز وخت سهار پر اته بجې د هرات په ولايت اوسيدونکو تر پرونۍ ناکراريو وروسته په لاريون لاس پوري کړ ، تازه رارسيدلي خبرونه وايي چي د لاريون په وخت کښي د پوليسو سره نښته وشوه ، او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده .
د بېنوا ويبپاڼي خبريال جليل له کابله ليکي چي لاریون کونکي چه شمیر یې د ٥٠٠ په شاوخواکي وو د شنبې دسهار په ٨ بجو یې د لاریون لار د جگړې په ډگر غوره وباله او د هرات د اوسني والي ملي پوځ او ملي پولیسو په ضد یې شعارونه ورکول .
دا لاریون چه تر غرمې دمخه په سوله ییزه توگه روان و د چارواکو په وینا له هغه وروسته په لاره واچول شو چه تیره ورځ د هرات د معارف په کمپ کي د پولیسو او ملي پوځ له خوا د اوسیدونکو سره جگړه پیل شوه چي په ترځ کي یې د دو ښځو په گډون شپږ تنه هرات ښاريان ووژل شول .
د یادوني وړ ده چي تر دې مهاله ( کابل ماپښين دوې بجې) د جگړې اصلي عامل په گوته شوی ندی خو ویل شوي چي نریوالو ایتلافی ځواکونو د لاریون کونکو مخي ته راوتلي او د ډزو غږونه هم تر غوږو کیږي .
",نن دهرات اوسيدونکو په لاريون لاس پوري کړ
3347,,"
١٣٨٤ دغويي لسمه -هرات
د رويټر خبري اژانس دخبر له مخي دهرات په پرونۍ پېښو کي چي د مجاهدينو د بري د ١٣مي کليزي په جشن يوه ورځ وروسته د پوهني د ورځي د نمانځني په جشن کي رامنځته شوي وې د يوې ښځي په ګډون دوه تنه وژل شوي دي ، او يو شمېر نور ټپيان دي . د هرات روغتون يوه ډاکټر خبريالانو ته وويل چي تېره شپه درې څلور تنه زخميان دوی ته رسيدلي دي .
نن سهار پر اته بجې د هرات يو شمېر اوسيدونکو چي ويل کيږي شمېر يې تر ٥٠٠ تنو زيات و په لاريون لاس پوري کړ ، په سيمه ايز وخت د غرمې وروسته د لاريون کوونکو او ملي پوليسو تر منځ په ډزو کي د وروستيو خبرونو له مخي شپږ تنه وژل شوي او يو شمېر نور زخميان دي .
د ملي اردو يوه تن سرتيري عبدالمنان وويل چي د لاريون کوونکو له خوا پر دوی ډزي شوي دي ، کله چي دوی دځان څخه د دفاع په وخت کي ډزي وکړې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده ، سيمي ته تر پېښي وروسته نړيوال سوله ساتي ځواکونه رسيدلي دي ، هغوی دا هڅه کوي چي حالات تر کنترول لاندي راولي .
لومړنيو خبرونو ښکاره کړېده چي نن د غويي پرلسمه نېتۀ به د کورنيو چارو او دفاع وزارت يو بيړنی پلاوی هرات ته ورسيږي .
",په هرات کي پرون دوه او نن شپږ تنه ووژل شوه
3348,,"
١٣٨٤ دغويي لسمه کندهار
په سهيل لوديدځ ولايت کندهار کښي د کوکنارو څخه د ترياکو لاسته راوړه پيل شوي دي. په سيمه ايزه اصطلاح د کوکنارو ددانې څخه د ترياکو د راويستلو چم ته نېښ وهل وايي : دکوکنار بوټی تر هغه وروسته چي څو اوونۍ يې پر ګل تېري شي ترياک ( افيم ) ورکولو ته تيار شي .کندهار او شاوخوا نږدې سيمي چي دنورو په پرتله تودې دي د ترياکو نېښ وهل يې هم تر نورو سيمو مخته پېليږي ، د کندهار څخه د بېنوا ويبپاڼي خبريال خبر راکوي چي په دې سيمه کي د پرون راهيسي نېښ وهل پيل شوی دی ، دا کار په داسي مهال کيږي چي مرکزي دولت د نشه يي توکو او کوکنارو سره د جهاد اعلان کړی دی ، خو د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د تيري اوونۍ نښتي چي د کوکنارو د له منځه وړلو پر سر راپيدا شوې وي ، نورو ته دا جرئت ورکړ چي د خپلو کوکنارو څخه د افيم په را ټولولو لاس پوري کړي .
د ولسمشر سلاکار وزير اود کندهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي وويل چي نه غواړي د خلکو سره زور زياتی وکړي . هغه وويل چي غواړي په داسي چارو کښي هره پرېکړه د ولس سره د پوهاوي له لارې په سوله ايزه فضا کښي وکړی .
",په کندهار کي د ترياکو نېښ وهل پيل شول
3349,,"
هرات د غويي لسمه
د هرات په اړه وروستيو خبرونو څرګنده کړېده چي پېښه لومړی د يوه پوليس او د اردو د يوه سرتيري تر منځ رامنځته شوه ، ډزي وشوې او په پايله کي يې يوه مېرمنه ووژل شوه او دهغې ماشوم زخمي او بيا روغتون ته وليږدول شو .
جګړې تاو واخيست او دوه ساعته ماشينګڼي او لاسي بمونه يو پر بل وکارول شول .
ددې پېښي وروسته نن د هرات ښار ښاريانو په لاريون لاس پوري کړ ، چي ترلږ وخت وروسته د ګډوډۍ سره مخ شو ، لاريون کوونکو د هرات ولايت محاصره کړ ، او ځيني نوري لاري يې وتړلې .
د پېښي په اړه افغان ولسمشر حامد کرزي ژ وره خواشيني څرګنده کړه ، او سملاسي يې د کابل څخه نن ماپښين هرات ته يو پلاوې واستا وه . له بلې خوا د هرات د پوليسو او امنيت مشر بابا جان وويل چي ځواکونو يې اوس د هرات ښار امنيت تامين کړی دی ، لاريون پای ته رسيدلی دی .
د يوه بل خبر له مخي د هرات ولايت يوه چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې ياد شي وويل چي د لاريون کوونکوڅخه نږدې دوه سوه تنه د پوليسو او ملي اردو د ځواکونو له خوا نيول شوي او زندان ته اچول شوي دي ، دې کار د هرات ښارد اوسيدونکو غصه نوره هم راپارولې ده .
ددفاع وزارت چارواکو په ټوله پېښه کي د دوو تنو د وژل کېدو او اوو کسانو د زخمي کېدو خبره تائېد کړې ده ، خو عيني شاهدان د وژل شويو کسانو شمېره تر لسو زيات ښيي .د دفاع وزارت يوه چارواکي دازادۍ راډيو خبريال ته وويل چي د دوو پوځي سرتېرو تر منځ شخړه او په هغې کي د وسلې کارول څه نوې خبره نه ده او دا کار په نورو هيوادونو کي هم کله کله رامنځته کيږي .
",د هرات نښته د ملي پوځ او پوليسو تر منځ رامنځته شوه
3350,,"
وردګ جريده چې له وردګو څخه دوردګوزلميانو دفرهنګي ټولنې مياشتينۍ خپرېدونکې خپرونه ده اوومه ګڼه يې د١٥٠٠ګڼو په تيراژ سره دحميد ناصري وردګ په مديريت څه موده مخکي له چاپه را ووتلې ٠
تاسي اوس کولای شئ د بېنوا د رسنيو په ځينځير کي نوموړې جريده ( اوومه ګڼه ) اونلان مطالعه کړئ
او يا هم په لاندي پته ورتلای شئ :
http://benawa.com/rasanay/wardag
",دوردګ جريدې اوومه
3351,عبدالاحد پيغام _ كابل,"
عبدالاحد پيغام _كابل د۱۳۸۴كال دغويي لسمه
خوشحال بابا دپښتوژبي دشعر داسمان هغه روڼ اوځلاند ستوري دي ،چي د يوه سترعالم اومفكرپه توګه يي دخپل لوړتخيل اوغښتلي قلم په زوردژوند دبيلابيلو اړخونوانځورونه په داسي استادانه مهارت اوپياوړتيا دشعرپه خوږه ژبه كښلي چي دتل لپاره به دپښتوژبي دشعرپررنګينه دښته باندي دستروشهكارونواونايابه ملغلروپه توګه پاتي شي .
موسيقي ديوه ښكلي اوزړه پارونكي هنر په توګه دانساني ژوندانه هغه سپيڅلي اوځليدونكي برخه ده چي هرژوندي موجوديي په اوريدوسره دځانګړي كيفيت احساس كوي ،په تيره بيا هغه موسيقي چي دموسيقي دهنراوفن په علمي اصولواولوړو اساساتو باندي ولاړه وي .
خوشحال بابا چي كله غوښتي دموسيقي دهنراو فن په هكله وږغيږي نوډيرپه مينه اواستادانه مهارت ږغيدلي ،داسي ږغيدلي لكه څنګه چي (ني )ږغيږي ،داسي ږغيدلي لكه سارنګ اودلرباچي ږغيږي ،لكه چي وايي :
مطرب راته له ورايه په تارونوليندۍ ايښي
په بم په زير جاروزي موږ يي محوه په نوا، يو
په دي شعركي دتارونو،ليندۍ ،زير اوبم لفظونه دموسيقي هغه رمزونه او ځانګړتياوي دي چي بايد يوموسيقي دان ورباندي پوه شي اويا هغه كسان چي ددي آلي ږغونكي وي .
په دي بيت كي دخوشحال بابا اشاره دموسيقي هغي آ لي ته ده چي سارنګي ورته وايي چي اوس هم شته ،سارنګ ،سارنګي ،دلربااوويلون دموسيقي هغه تارلرونكي الات دي چي دلينديواويا كمانچوپه وسيله ږغول كيږي .
سارنګ ،سارنګي اودلربادشرقي موسيقي ډيري په زړه پوري ږغونكي الي دي ،ويلون شرقي آله نه ده خواوس په شرقي موسيقي كي دهغه استعمال دومره عام شوي دي چي اصلآ څوك فكرنه كوي چي دادي دغربي موسيقي آله وي ،سارنګي ډيره پخواني آله ده چي دهنددموسيقي نه پښتو موسيقي ته نقل شوي ده اوپه پښتوموسيقي كي يي رواج موندلي دي ،داسي ښكاري چي دخوشال باباپه دوره كي هم دسارنګي ږغول رواج درلودچي خوشال بابا پخپلوغزلونواوشعرونوكي تري يادونه كړيده .
همدارازخوشحال بابا په خپل يوه بل پسرلني شعركي داسي وايي :
ګل ومل سازوسرود،ساقي سري سترګي
لابه ډيرعالم رسواكا چي داچارشته
په پورته بيت كي خوشحال بابا دسرود يادونه كړي ،سرودهم دسازمانالري اوهم دموسيقي ديوه آلي نوم دي چي له ستار نه وړوكي ،اورباب ته ورته دي چي په ږغ كي يي په زړه پوري احساس پارونكي آهنګ پروت دي ،په شرقي موسيقي كي سرود خپل ځانګړي ځاي اوخاص اوريدونكي لري ،په هندوستان كي ددي الي ډير پياوړي اووتلي استادان شته ،د سرود په اهنګ كي دستار اورباب څخه جلا يوبل ډول زړه پارونكي ،مست اوجادوګرږغ پروت دي ،چي ترډيره حده دنوي كال اوپسرلي دطراوت ، مستي ،جوش ،سركښي ،رندي ، ډير ښه تصوير انځورولي شي ځكه خوخوشحال بابا دخپل پسرلني شعر زمزمي دسرودله فيض اوبركت نه بي برخي نه دي پري ايښي
داسي ښكاري چي موسيقي د بابا په روح اواحساس كي ډيرژوراوناپايه ځاي درلود،بابا چي كله غوښتي كومه مسته اوله شوره ډك غزل وليكي نوپه هغه غزل كي يي موسيقي ته خپل ځانګړي ځاي ټاكلي اوپه ډير لوړ اواستادانه مهارت يي دموسيقي يادونه كړي
ده ،له دي نه څرګنديږي چي باباډيرزيات دموسيقي په هنر اوفن پوه شخصيت و، لكه چي پخپله يوه ډيره مشهوره اورندانه غزل كي وايي :
مي شته ،چنګ وني شته دخپل يارسره خوشحاله
خپل بياض په لاس كه ځه ګلزارلره كنه
چنګ اوني هم دموسيقي دوه ږغونكي الي دي چي له ډيري زماني نه راپديخوا يي دموسيقي په كوراوكهول كي خپل ځاي اومقام ساتلي دي اوله دي نه ښكاري چي خوشحال باباله دغودواړوسره نه يوازي داچي اشنايي لري بلكه ددي دواړوالودږغ سره مينه لري ځكه خويي پخپل شعركي ورته دشاعر له نوم سره يوځاي په وروستيو بيتونو
كي ځاي وركړي اوپه ډيره مينه يي دهغوي يادونه كړي ده .
خوشال بابا پخپل اثردستارنامه كي ددستارسړي په هكله وايي :
چي دستارتړي هزاردي
ددستارسړي په شماردي
بابا ددستارسړي هغه بولي چي دشلوهنرونواوشلوخصلتونوڅښتن وي ،په دغوشلوهنرونوكي يوهنرهم دموسيقي هنربولي چي ددستارسړي بايد دموسيقي په هنرپوه وي ،داهغه باارزښته هنر دي چي زموږ ستراوبافرهنګه بابايي دقوم ،قبيلي ، اوولسي مشرلپاره لازم ګڼي ،باباته دموسيقي دهنرجوهر اوقوت ډيرڅرګنددي ځكه خويي ديوه مشر لپاره لازم اوضروري ګڼي چي بايد ورباندي پوه وي .
دبابادڅواړخيزعلمي ،فرهنګي ،ادبي ،سياسي ،ټولنيز،اوهنري شخصيت په هكله چي څومره تحقيق اوڅيړني وشي كمي دي ،خو روښانه خبره داده چي بابانه يواځي خپله دموسيقي له هنرسره مينه لرله بلكه ده داهنردانساني ژونديوه نه بيليدونكي برخه ګڼلي ده ،اوحتئ دقوم اوقبيلي دمشرتابه لپاره يي دموسيقي په هنرپوهيدل يولازمي اوضروري شرط ګڼلي دي .
خوپه ډيره خواشيني سره بايدووايوچي پښتانه ،موسيقي اودموسيقي هنرمندته په درنه سترګه نه ګوري ،متاسفانه پښتانه هنرمنداوسندرغاړي ته ډم وايي اوډم بيا دټولني هغه حقيراوټيټ شخص ګڼي چي حتي سړي بايد ورسره په ورين تندي سلام هم ونه كړي په داسي حال كي چي يوعالم دموسيقي په هكله وايي : هغه كسان چي په موسيقي پوهيږي داسي وګڼي چي دژوندپه ټولورمزونواورازونوپوهيږي .
دشرق اكثروستروشاعرانوموسيقي اوريدل ،ديره اوحجره به يي تل دسندرغاړونه ډكه وه اوهروخت به يي دخپلوشعرونوداصلاح ،اوپه شعركي دموسيقيت په هكله دهغوي څخه مشوري غوښتي ،ځكه خوپه كلاسيك شعركي دنوروشعري صنعتونوترڅنګ دموسيقي برخه ډيره غښتلي اوپياوړي ښكاري اوهمدادموسيقي بركت دي چي كلاسيكوشعرونوته يي دومره ستره غنا وربخښلي ده، هغه شعرچي موسيقيت ونه لري هغه شعرداوريدلونه دي اونه يي څوك اوري ،دهنداوپاكستان اوسني شاعران ټول دموسيقي سره يونه شليدونكي تړاولري ،زموږداوسني پښتو شعريوه لويه ستونزه داده چي زموږ شاعرله موسيقي سره اشنايي نه لري ځكه خويي په شعرونو كي هغه لازمه موزيكاله مستي ،شور،دبدبه ،صلابت اوهڅونه نشته ( دايولوي اواوږدبحث دي كه فرصت پيداشوپه دي هكله به بياپه راتلونكي كي وږغيږو )
په اخيركي خپل دغه بحث دبابا په لاندنيوبيتونوپاي ته رسوم :
راشه اي مطربه دنوروزسرود آغازكړه
ښي نغمي زړه سوزي په رباب په ني وچنګ كړي
زه خوشرابي يم شيخه څه راسره جنګ كړي
برخي ازلي دي كاشكي مادځان په رنګ كړي
",دخوشحال شعردزير وبم په نغموكي
3352,,"
",
3353,الحاج مولوی نورالحق,"
الحاج مولوي عبدالحق منصور
لومړۍ برخه :
په اسلام کي دښځوحقوق
دپیړیوراهیسی دحق اوباطل مقابله روانه ده داسلام دښمنانوداسلامی عقایدو،قوانینواواصولوپرخلاف دعامو اذهانوخرابولواوورته دشکونوپیداکولولپاره بی انتهاافوهات اودرواغ په کار اچولی .په تیروڅولسیزوکی داسلام په حقانیت دخاوری اچولواودخپلوشومواهدافوترلاسه کولوپه خاطر داسلام دښمنانودبشردحقوقواویادښځودحقوقوموضوع ډیره په زوراوشورسره راپورته کړی دنړۍتقریباً ټول مطبوعات یی ددی هدف لپاره ګومارلی دمسلمانانودسستۍ اوغفلت په وجه چونکه دنړۍ په ټوله میډیا(مطبوعاتو)داستکباری قوتونوقبضه ده نوڅنګه چی وغواړی اسلام خلکوته معرفی کوی بل لورته ددین سره مینه لرونکومسلمانانوسره که جوابی وسایل شته هم دنشت برابردي .
روسانواوکمونست پلوه سازمانونوهم دښځی دحقوقواوآزادۍ نعری وهلی بلکه دکمونستی انقلاب دپیل موضوع همداوه همدغه راز غربی نړۍ اوغرب پلوه موسساتوهم ددیموکراسۍ ارعنوان لاندی دی موضوع ته هواورکړي ځانونه دښځودحقوقوپلوي اوآزادی ورکونکی بولی .دښځوپه هکله اسلامی قوانین پټوی ترڅوداسلام مبارک دین په بی کفایتۍ اوۍلم تورن کړی که په کوم ځای کی دسیمه یزودودونودلاسه ښځوسره نارواسلوک کیږی دوۍ نسبت اسلام ته کوي اوپدی کی هیځ شک نشته چی دښځوپه اړه دبعضی سیمودودونه اسلام سره په ټکرکی دی .
مخکی لدی چی په اسلام کی دښځی حقوق اومرتبه داسلام له نظره وڅیړواویاپدی اړه دکفاروپه افراط اوتفریط بحث وکړوغوره به داوی چی پدی هکله مونږپه افغانی ټولنه کی څومره نیمګړتیاوی لرواوورسره داسلامی اصولومطابق چلندنه کووورباندی اعتراف وکړواوددنورونواقصو(نیمګړتیاو)په څیر یی اول اصلاح اوسمون ته زیرشو.
په افغانی ټولنه کی دښځی حقوق
زمونږولس یومسلمان ولس دی داسلام په لارکی بی ساری سرښندنی ورکړي اسلامی ارزښتونوته احترام لری خودښځوپه هکله یی رسمونه ښکاره داسلام خلاف اودبی انصافۍ نه ډک دي .
(۱)دروزنی اوتربیت په موضوع کی چی څومره هلک ته توجوکیږی په هغه اندازه دښځی اینده په نظرکی نه نیول کیږی
(۲)دکوژدی اوواده په موقع چونکه دښځی دراتلونکی ژوندسرنوشت ټاکل کیږی دنجلۍ رایی ته اړتیاده خوکوم ارزښت نه ورکول کیږی اودنجلۍ نه پوښتنه کورنۍ ځان لپاره عاربولی
مهرشرعاًاوعقلاً دنجلۍ حق دی خونه ورکول کیږی پلار بلکه دنجلۍ نه دخپل مهرغوښتوجرأت هم اخستل شوی .
(۴)دافغانستان په بعضی سیموکی ښځه دڅارویوپه څیرپلورل کیږی دنورواړخونوپه نظرکی نیولوپرخلاف هغه څوک دنجلۍ حقدارګڼل کیږی چی پلارته یی زیاتی پیسی ورکوی .ډیروځایونوکی نجونی دولور دناروادوددوجی ارډیره عمره دپلارپه کورناسته وی همدغه رازدنارینه ځوانانودژوندزیاته برخه دولورګټلوکی تیره شی کله خودواده نه روسته هم دقرضونودروندپیټی لري کولوپه خاطرناوی اودحوشحالۍ څولحضوپریښودلوته اړوي خوله بده مرغه دنجلۍ پلارخپل جیب ډکول ځان لپاره افتخاربولی .
(۵)دعدل په موضوع کی ځمونږخلک دزیاتی بی پروایی څخه کار اخلی کوم کسان چی دوه یا زیات ودونه ولری دټولوښځوترمنځ دنوبت،خوراک اوپوښاک کی ورته والی په نظرکی نه نیسي اوداورته معمولی خبره ښکاری حالانکه داسلامی تعلیماتو په رڼاکی دایوه مهمه مسئله ده .دزړه دممیلان څخه پرته نورټول حقووق باید دښځوترمنځ برابر وی .
(۶)دافغانستان په اکثروسیموکی خصوصاًدپښتنوپه سیموکی ښځه بدوکی ورکول کیږی که پلار یاورورقتل وکړی دجرګی اوصلحی نتیجه کی دمقتول وارثانوته دمال یانورواجناسوپرځای ښځه ورکول کیږی ترڅوبدی پای ته ورسوی دپلاریاوروردبدمعاشۍ تلافی په نجلۍ باندی کوی نجلۍ دښمن ته حواله کړي دغه نجلۍ ته بیاټول عمر پدی کورکی ددښمنی په سترکه کتل کیږی دغه نجلۍ دهرقسم لورینی څخه بی برخی اودهررازتکلیفونووړبلل کیږی.
(۷)دوراثت حق نه ورکول کیږی داسلامی قوانینوله مخی چی څنګه نارینه حق لری ښځه یی هم په وراثت کی لر ی صرف دومره فرق دی چی نارینه ته دپلارپه مال کی دوه اوښځینه ته یوه برخه ورکول کیږی اوداځکه چی دښځی ټولی اړتیاوی لکه خوراک جامه اوداسی نور دڅښتن په غاړه وی .
لنډ ه داچی ځمونږپه وطنونوکی ښځه دمیراث دحق څخه محروبه بلل کیږی دسختی اړتیا په صورت کی هم ښځه حپل دمیراث حق نشی غوښتلای
(۸)دنوروشیانو به څیر ښځه په میراث وړل کیږی کله چی یی څښتن مړشی دعدت (څلورمیاشتی اولسوورځو)تیرولونه روسته شرعاًکه وغواړی ښځه حق لری ځان ته په خپله خوښه میړه انتخاب کړی لیکن په افغانی ټولنه کی یی دخاوندورثه ځان ته کینوی چاته چی نکاح باندی ورکول کیږی هغه وړوکی وي که زوړ(سپین ږیری )کونډه دنکاح اراده لری اوکه نه رایی ته یی اعتبارنه ورکول کیږی ځکه په میراث ورته پاتی شوی ده که فرضاًښځه چاسره نکاح وکړی دڅښتن کورنۍ ته دسزاوړمجرمه او نوی څښتن یی هم مجرم اودښمن بلل کیږی .
یادونه : په افغانی ټولنه کی دښځوپه اړه پورته ذکرشوی نیمګړتیاوی دخپلى ټولنی دسپکاوی په منظورنه بلکه دداسی ناوړه دودونوختمولولپاره دهڅواوهاندپه منظورلیکل شوی اودا هله ممکن ده چی په اسلامی تعلیماتوکی دښځی مقام اومرتبه وپیژنو.
ددې ليکني دوهمه برخه
",په اسلام کي دښځوحقوق (لمړۍ برخه )
3354,,"
",
3355,مولوی منصور,"
په اسلام کي د ښځو حقوق
د بېنوا ويبپاڼي درنو لوستونکو !
داسلام اومذهب پاڼي داسلامي لیکنوپه برخه کي دښځودحقوقوپه اړه دالحاج مولوی نورالحق صاحب په زړه پوري لیکنه ولولئ . که چيري تاسو په دې اړه نظر لرئ کولای شئ د بېنوا ويبپاڼي د اسلامي پاڼي پر پته يې راوليږئ .
د برېښناليک پته : islam@benawa.com
",ښځه او اسلام
3356,خيبر ماسکو,"
١٣٨٤ د غويي لسمه ( ماسکو )
د پښتو ژبي مشهور شاعر، اديب، ليكوال او ژورناليست، په دې وروستيو ورځو كې د روسيې په فدراسيون كې له زندانه راووت .
ښاغلی عزيز تحريك، چې د ٢٠٠١ كال د فبروري په ٢ مه نيټه د يوې كورنۍ كوچنۍ شخړي له كبله زنداني شوي و، د ۲۰۰۵ كال د اپريل د مياشتي په ۲۲ نيټه د څلورو كالو او دريو مياشتو بند له تيرولو نه وروسته را خوشي شو.
د بېنوا ويبپاڼي څه موده مخكي د « روسيې په فدراسيون کې د افغاني زندانيانو په هكله د افغانانو ژوري اندېښنې» تر سر ليک لاندي د يو رپوټ د خپرولو په ترڅ كې د هغه په هكله هم يادونه كړي وه .
عزيز تحريك ته چې د نوموړي پيښي له كبله د ۶ كاله بند سزا ټاكل شوي وه، د روسيې د قوانينو پر اساس، هر هغه بندي چې د خپل بند له دريو څخه دوه برخي سزا تيره كړي او په زندان كې د زندان له قوانينو څخه سر غړونه و نه كړي، نوره پاتي موده يې د محكمي د حكم سره سم بخښل كيږي. عزيز تحريك هم د همدغه قانون له مخي آزاد شوي دی .
د بينوا ويبپاڼه، له زندان څخه د عزيز تحريك د را خوشي كيدو له كبله هغه ته مباركي وايې او د هيواد ټولو فرهګيانو او د هغه مينه والو ته د خوښيې زيري وركوي .
د عزيز تحريك د شعر يوه بېلګه :
پېښه تيره چې شي ژوند كې خاطره شي
د غره اوښكې په كمرو كې شر شره شي
ميوه داره ونه قدر لري بڼ كې
شنډه ونه سوزولو له اره شي
لكۍ دار ستوري چې كليو كې څرګند شي
معجزه، قهر د خداي تعبير ښكاره شي
چې زړه ښه شي كار پي وشي، دا متل دی
چې زړه بد شي، خلك يو بل ته پره شي
زړه خوشمن، آشنا رضا په نرمه ژبه
د شا توري آس سورلۍ په خر خره شي
چې ژوندون يې سليمان غوندي مبرم وي
خير موسَی شان يې كه وركه هديره شي
د يوسف هډوكې وړي له مصر شام ته
څو ښخ ملك د پلار نيكه كې دوباره شي
زموږ مړی مساپر په شرق او غرب دی
را جمع كله په هر لور نه يو سره شي
په لمن كې دي وطنه زيږيدلی
د تا غيږ مي دي كفن او مقبره شي
ما ته هر هيواد دوزخ دی بې له تا نه
واشنګټن، پاريس، لندن، شام كه اګره شي
بې وسي ده پرديسۍ كې له هر لوري
زړه مي ډك شي، اسويلی سوې ناره شي
چې پښي يې له نيمڅي خپلي اوږدي كړي
پريږده، پريږده چې تحريك مړ، غر غره شي
",عزيز تحريك له زندانه راووت
3357,مينه = سويډن,"
غــــــــــــــــــــــــــزل
موږ ته پېښه بېوسي وه بله لاره نه وه
جدائې ځکه ضروري وه بله لاره نه وه
که په سر وای سر مي جار تر تا هرکله
په سروسترګودي ياري وه بله لاره نه وه
دا رقيب و زموږ په زړو کي ئې چاک بياموند
کنه زموږ خوږه دوستي وه بله لاره نه وه
مينه به تل دا ستا د غم تاو په غزل ايستلو
ځکه تازه ئې شاعري وه بله لاره نه وه
",غــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
3358,,"
١١ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانود انتخاباتو لپاره د کانديدانو د نومونو ثبتول پرون پېل شول.
ټاکني به د سپټمبرپه مياشت کې کيږي او د نومونو ثبتول به نږدې شل ورځي دوام ولري.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کميسيون يو چارواکی سيد اعظم اټکل کړی چې ټاکنو ته به لس زره کسان ودريږي. خو پرون په کابل ښار کې يواځې لسو کسانو ځانونه د کانديد په توګه ثبت کړي دي.
ولسي جرګه کې به دوه سوه او نهه څلويښت غړي وي چې په دوی کې دولس څوکۍ کوچيانو او شپېته د ښځو لپاره بېلي کړل شوي دي.
",د ټاکنو لپاره د نوم ثبتولوبهير پيل شوی
3359,Abdullah Ehsan,"
Abdullah Ehsan
De hulp van Stichting Groningen Helpt! is in Kandahar aangekomen
Stichting Groningen Helpt! (SGH) heeft de Universiteit van Kandahar en het grootste ziekenhuis van Kandahar ( Mirwais Roghton ) 3 containers met hulpmiddelen toegestuurd, die op 25 januari 2005 zijn aangekomen.
SGH heeft in de allereerste zending (juni 2004) naar Kandahar computers, printers, kopieerapparaten, laboratoriummaterialen zoals microscopen, instrumenten, glaswerk, voor arme families naaimachines en ziekenhuisbedden, dekens, dekbedden, waterdichte matrassen voor het ziekenhuis en nog wat andere spullen welke Mirwais Roghton nodig had verstuurd.
De 3 containers welke in Januari 2005 in Kandahar aangekomen zijn bevatten 32000 Engelstalige boeken afkomstig uit Nederland en 6000 nieuwe Engelstalige medische boeken en CD-ROMs welke ook op de universiteiten in het westen worden gebruikt.
Nooit eerder waren zoveel boeken naar Afghanistan gestuurd. Er, wordt gezegd dat Stichting Groningen Helpt! de enige Europese hulporganisatie is die in een keer 38000 boeken naar Afghanistan heeft gestuurd.
Stichting Nederland Helpt! is van mening dat Afghanen welke uit verschillende landen terugkeren deze boeken absoluut kunnen gebruiken. Want velen kunnen engels lezen en schrijven en dus begrijpen. Omdat de boeken ook in het Amerika en Europa op universiteiten worden gebruikt hoopt SGH dat het de Afghaanse bevolking zal helpen bij de ontwikkeling van hun land.
Sommige leraren zijn van mening dat de regering mogelijkheden moet scheppen om boeken in Pashto te vertalen. Daardoor kunnen veel meer studenten van universiteiten van de boeken gebruik maken. Want Kandahar en andere universiteiten in Afghanistan gebruiken nog de heel oude lesmethoden.
De leraren en studenten van Kandahar Universiteit en medewerkers van Mirwais roghton ( Mirwais ziekenhuis) waren heel blij, toen de hulpgoederen aangekomen waren. De containers met boeken blijven nog een tijdje gesloten omdat de nieuwe bibliotheek van de universiteit nog niet klaar is.
Op de foto’s zijn de containers te zien en enkele hulpgoederen welke zijn afgeleverd.
Medewerkers van sgh praat over versturen van hulp naar afghanistan
Het magazijn van stichting groningen helpt in Groningen
Continer die klaar staat om van Nederland te vertrekken
Een kant vande bibliotheek
Stichting Groningen helpt heeft tien tallenduizenden boeken naar afghanistan versturd
Deze PC's en prenters zijn voor mirwais roghton en Kandahar Universitiet
Stichting Groningenhrlpt heeft ook moderne electronische matrialen versturd
Een voorbeeld van electronische spullen
De goderen zijn van Nederland naar Karachi ( Pakistan)en darna naar Kandahar versturd
Tien duizend van de 38000 boeken zijn helemaal nieuw
vrachtwagen die bij Mirwais roghton is aangekomen
die eerste continer die open gaat in Mirwais roghton kandahar
conteneros die word voor Kandahar universitiet neergezet
SGH . heeft naast medische spullen ook spullen voor armen afghaanen inzameld
Die armen vrouwen zullen wel eten verdinen via die nai machiene die door Stichting Groningen helpt zijn versturd ",De hulp van Stichting Groningen Helpt! is in Kandahar aangekomen
3360,صالح محمد صالح,"
١٣٨٤ د غويي يولسمه ( صالح محمد صالح )
نن د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي دمياشتي پر يولسمه نېټه په هلمند ولايت کې د بست فرهنګي ټولنې په هڅو او زيار، د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په مرسته، د پياوړي شاعر عبدالباري جهاني په وياړ يوه پرتمينه مشاعره جوړه شوه، چې د هلمند ولايت پر شاعرانو او ليکوالو سر بېره د کندهار، زابل، فراه او نورو ولايتونو په سلګونو شاعرانو او کلتورپالو هم په کې ګډون کړى و.
مشاعره د لښکرګاه ښار په ’کرزي‘ لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د مازيګر پر پنځو بجو پيل او د شپې تر ناوخته پورې يې دوام وکړ.
د بست فرهنګي ټولنې غړي عبدالصمد روحاني بېنوا ته وويل چې د دې پرتمينې مشاعرې لګښت د بست فرهنګي ټولنې د غړو او د دې ولايت د والي او ښاروال له خوا برابر شوي، چې په دې منځ کې د سيمې ملي سوداګرو هم خپله مرسته نه ده سپمولې.
دا په تېرو څو لسيزو کې د هلمند ولايت په کچه يوه بېسارې مشاعره ده چې جوړېږي، کتونکي په دې باور دي چې د دې ډول غونډو په جوړېدو سره به د سيمې د فرهنګيانو ترمنځ کلتور اړيکي ټينګ او خلک به په خپلو کې ډېره سره نژدې شي.
د عبدالباري جهاني په وياړ دا دويمه ستره غونډه چې په دې ورستيو اوونيو کې جوړېږي، يوه غونډه تېره اوونۍ په کندهار کې جوړه شوې وه، چې هلته هم په لسګونو کسانو ګډون کړى و .
",په هلمند ولايت کې يوه ستره مشاعره
3361,,"
١١ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې د سترې محکمې چارواکوويلي دي چې د امريکې پوځ په دغه هيواد کې د خپلو دوو بندي خانو څخه چې د بګرام او کندهار په هوايې اډو کې واقع دي ، شپږ اتيا تنه افغان بنديان خوشي کړي دي.
",٨٦ تنه افغان بنديان خوشې شول
3362,,"
١١ د غويی ١٣٨٤
يونيسف په افغانستان کې د ماشومانو د عدلى تعقيب او جزايى مکلفيت په تړاوو د نوي قانون د تصويبېدو هرکلى کړيدى .
دغه قانون به په روانه اونۍ کى په رسمي جريده کي دخپريدوڅخه وروسته نافذ شي .
د يونسف اداره دا په افغانستان کې د ماشومانو او کمکيانو د حقونو د خونديتوب په لاره کې ډېر مهم ګام بولی.
",د ماشومانو نوى جنايي قانون
3363,,"
پرون (غويي يوولسمه) د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو- پښتو څانګې له خوا د استاد مجاور احمد زيار په وياړه يوه پرتمنيه غونډه رابلل شوې وه، چې د پوهنتون پر استادانو، محصلينو او نورو اړوندو اشخاصو سربېره نورو كلتورپالو هم په كې ګډون كړى و.
د غونډۍ په ترڅ كې ځينو استادانو ويناوې هم وكړې، دغه راز شعرونه هم ولوستل شول، چې په دې درېيو كلونو كې د پوهنتون په انګړ كې د داسې يوې غونډې رابلل يو د ستاينې وړ كا رو.
(كه چېرې په دې باب نور معلومات او د غونډې انځورونه لاسته راغلل، ډېر ژر به پر ليكه شي)
",په كابل پوهنتون كې د استاد مجاور احمد زيار په وياړ غونډه
3364,بېنوا د هلمند خبريال,"
د بېنوا خبريال
د غويي د مياشتې پر ١١مه نېټه په هلمند ولايت کې د بست فرهنګي ټولنې په هڅو او زيار، د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په مرسته، دغه راز د هلمند ولايت د مقام او ښاروالۍ په همکارۍ د پياوړي شاعر عبدالباري جهاني په وياړ يوه پرتمينه مشاعره جوړه شوه، چې د هلمند ولايت پر شاعرانو او ليکوالو سر بېره د کندهار، زابل، فراه او نورو ولايتونو په سلګونو شاعرانو او کلتورپالو هم په کې ګډون کړى و.
په دې مشاعره کې تر ٣٠ زياتو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل، چې بيا يې وار په خپله جهاني صاحب ته هم ورکړ، نوموړي هم خپل ډېر شعرونه ولوستل چې برخوالو يې د خپلو لاسونو په پړکا بدرګه کول.
ويندويي يې عبدالصمد روحاني کوله، مشاعره د لښکرګاه ښار په ’کرزي‘ لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د مازيګر پر پنځو بجو پيل او د شپې تر ٩ بجو پورې يې دوام وکړ.
د بست فرهنګي ټولنې غړي عبدالصمد روحاني بېنوا ته وويل چې د دې پرتمينې مشاعرې لګښت د بست فرهنګي ټولنې د غړو او د دې ولايت د والي او ښاروال له خوا برابر شوى و، چې په دې منځ کې د سيمې ملي سوداګرو هم خپله مرسته نه ده سپمولې.
د غونډې په ترڅ کې د بست فرهنګي ټولنې مشر بريالي هلمند عبدالباري جهاني ته پګړۍ هم وروتړله چې د غونډې برخوالو يې په چکچکو هرکلى وکړ.
دا په تېرو څو لسيزو کې د هلمند ولايت په کچه يوه بېسارې مشاعره ده چې جوړېږي، کتونکي په دې باور دي چې د دې ډول غونډو په جوړېدو سره به د سيمې د فرهنګيانو ترمنځ کلتور اړيکي ټينګ او خلک به په خپلو کې ډېره سره نژدې شي. دغه راز خلک خوښي څرګندوي چې اوس مهال دا ډول غونډې اوس په اکثرو ولايتونو کې زياتې جوړېږي، چې دا په خپله يو غوره کار دى.
د عبدالباري جهاني په وياړ دا دويمه ستره غونډه چې په دې وروستيو اوونيو کې جوړېږي، يوه غونډه تېره اوونۍ په کندهار کې جوړه شوې وه، چې هلته هم په لسګونو کسانو ګډون کړى و .
د مشاعرې په پاى کې د يوه وړانديز په توګه ټولو شاعرانو له دولت، په ځانګړې توګه ولسمشر څخه په ټينګه وغوښتل چې په کابل کې دې غلام رسول خوشبخت له بند څخه خوشې کړي، غلام رسول خوشبخت د هلمند ولايت يو ځوان شاعر دى، چې د تېر لمريز کال د تلې له مياشتې راهيسې د کابل په توقيف خانه کې بندي دى.
دغه راز دغو شاعرانو پر دولت دا نيوکه هم وکړه چې پر دومره ځنډ او وخت سربېره يې ونه شول کړاى چې ملي سرود جوړ او تصويب کړي. دوى له دولت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې ملي سرود جوړ او د پارلمان تر جوړېدو وړاندې دې کمپوز شي.
په پاى کې له نورو ولايتونو څخه راغلو مېلمنو ته ډالۍ ګانې هم ورکړل شوې، د ساري په توګه د زابل ولايت په استازيتوب دواخان مينه پال، د کندهار په استازيتوب جانان مومن، محمد حسن حسنيار، سيد احمد قانع، د وردګو ولايت په استازيتوب غلام سخي نوريوال ته. غونډه د ماښامنۍ تر خوړلو وروسته پاى وموند.
",د عبدالباري جهاني په وياړ مشاعره ( انځوريز راپور)
3365,قريب الرحمان سعيد - ناروې,"
١٣٨٤دغويي ديارلسمه قريب الرحمن سعيد – اوسلو پوهنتون - ناروې",د ترکمنستان د ګازاوتیلو د نل لیکو غځول ( دوهمه برخه)
3366,,"
١٢ د غويی ١٣٨٤
",پوليس به په بايسکلونو ګزمې کوي
3367,,"
١٢ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په هيواد کې د امريکا تر مشرۍ لاندې ځواکونو باندې ږغ کړی چې په ملکي سيمو کې د اورپکو پر ضد عملياتو کې دې د ډېر احتياط څخه کار واخلي.
د تيری جمعه په ورځ د امريکا په هوايې بريد کې د لږ تر لږه د دوو کسانو د وژنې څخه وروسته ښاغلي کرزي په يوه ا علاميه کې ويلي دي چې که حکومت د ترهګرۍ ضد جګړې ته ژمن دی ، خو دې سره سره د افغانانو د خونديتوب د باوري کولو مسوليت هم په غاړه لری.
",د امريکا پوځونه دې د عملياتو په وخت له احتياط څخه کار واخلي
3368,,"
د غويى دوولسمه، ١٣٨٤
کابل: د بغلان ولايت په خنجان ولسوالۍ کې د دېرشو په شاوخوا کې کسان د يوې درنې چاودنې په ترڅ کې وژل سوي او تر ٧٠ زيات زخميان دي. پېښه نن سهار د يو بې وسلې سوي قوماندان په کور کې د وسلو له ډېپو څخه را منځته سوه. په کابل کې د کورنيو چارو وزارت د پېښي پخلى کړى دى خو لاهم په دقيقه توګه مالومه نه ده چې دا ورانوونکې چاودنه څنګه رامنځته سوه. ويل کېږي چې د قوماندان د کور په ګډون څو نور کورونه هم په دې پېښه کې ويجاړ سوي
.
", دېرش کسان په بغلان کې د چاودني له امله ووژل سول
3369,عبدالاحد پيغام,"
عبدالاحد پيغام _ د ۱۳۸۴ كال دغويي دولسمه نيټه
دكوكناروكرل اودنشي توكيواستعمال اوقاچاق هغه ستونزي دي چي دڅوكلونو راپديخوا زموږ هيواداوولس ورسره لاس اوګريوان دي.
ددي ناولي بوټي اودهغه دقاچاق دمخنيوي په خاطر دټول هيوادپه كچه بي امانه
ولسي اوسراسري هڅواومبارزي ته اړتيا ده.
زموږ په هيوادكي دكوكناروكرل اودترياكو،هيروينوقاچاق پخواني سابقه نه لري
يوازي دجګړواوپه تيره بيا دتنظيمي جګړواوپه ځانګړي توګه دطالبانوپه واكمني كي دكوكناروكرل اودترياكواوپوډروقاچاق ديوي ګټوري سوداګري په توګه په هيوادكي پراختيا اوپرمختيا وموندله ، داځكه چي وسله والوډلودجګړي ددوام اودځان دبقا اودخپل واك دخونديتوب لپاره دنشه يي توكيودقاچاق اوتجارت په پيسوجګړي ته دوام وركاوه .
دطالبانوپه واكمني كي دهغوي دجګړو لګښتونه له همدي لاري پوره كيدل .
خوكله چي دسيمي اونړيوالي مافيا ډلي له دي ناولي تجارت اوقاچاق سره ملګري شوي، دي دندي دومره شهرت وموندچي دهيوادټولي كروندي دكوكناروكښت ونيولي، هرچاهڅه كوله چي ددغه بوټي د كرلواودترياكو،پوډرودقاچاق له لاري زياتي پيسي ترلاسه كړي .
دهيوادله شماله نيولي ترجنوبه اوله ختيزه نيولي ترلويديځه ټول خلك دسيمي اونړيوالي مافيا داجنټانوله لوري د دغه ناولي بوټي كښت ته تشويقيدل ،اوداسي تبليغات كيدل چي له هررازكروندي او تجارت نه دپوډرواوترياكوقاچاق اوتجارت ګټوراوپه لږ وخت كي دډيروپيسودلاسته راوړلويوازني سرچينه ده .
په اطرافواوښارونوكي دنشه يي توكيودكرلواوقاچاق پرضدهيڅ ډول بنديزونه موجودنه وو،ويل كيږي چي دطالبانوپه وخت كي حتي دپوډرواوترياكوقاچاق اوتجارت دومره ازادووچي طالبانوورباندي ټكس اومحصول لګولي وو،چا چي به محصول تحويل كړ،په ازادانه توګه يي كولي شو دنشي توكيوتجارت اوقاچاق وكړي .
دطالبانودسقوط نه وروسته داسي فكركيده چي شايد دكوكنارودكرلوكچه راټيټه شي اوورو،وروبه يي دقاچاقواوتجارت مخه هم ونيول شي خومتاسفانه داسي ونه شول .
كه څه هم دولت ددريوكلونوپه موده كي دنشي توكيودكر،استعمال اوقاچاق په اړوندځيني ګامونه اخيسي خودهيوادپه ګوټ ګوټ كي دبيلابيلووسله والوډلودواكمني له امله دي كار په زړه پوري نتيجه نه ده وركړي ،اوويل كيږي چي دكوكناروپه كښت اوقاچاق كي دپخوا په پرتله زياتوالي راغلي چي دا كارهم دافغانستان ددولت اوهم دنړيوالو دانديښني وړګرځيدلي دي .
اوس دافغانستان دولت دنړيوالوپه مرسته په دي اړه يولړګټوراوپياوړي ګامونه اخيستي اوداسي ښكاري چي دولت اونړيوال داهوډلري ترڅوپه هيوادكي په بشپړه توګه ددي بوټي دكرلومخه ونيسي .
لكه څنګه چي ښكاري په نوي حكومت اوكابينه كي دنشه يي توكيوسره دمجادلي اومبارزي په منظوريووزارت هم په دي اړه جوړشوي دي .
نړيوالوڅوڅوځلي دافغانستان مشرانوته په ښكاره داويلي چي بايد په هيوادكي يي ددي بوټي دكرلواوقاچاق پرضد غښتلي ګامونه واخيستل شي ،كنه نوافغانستان به داځل دنشه يي موادودمافيا منګولوته ولويږي چي دابه دافغانستان دجګړه ځپلي ولس لپاره يوه لويه اوخونړي تراژيدي وي ،همدارازروښانه شوي كه چيرته په افغانستان كي دنشه يي توكيوكرل اوقاچاق دوام ومومي نونړيوال به دي ته اړشي ترڅوپه خپلو مرستو اوكومكونو له سره كتنه وكړي اوحتي ددي امكان شته چي ډير هيوادونه له افغانستان سره خپلي مرستي پاي ته ورسوي ،چي داكار به دافغانستان لپاره ډيري ناوړي پايلي ولري .
زموږهيوادچي ددوه نيمولسيزوجنګ جګړو نه وروسته اوس دسولي اوولسواكي لاره
غوره كړي اوهڅه كوي چي په دي لاره كي پياوړي ګامونه اوچت كړي داسي هيله ده چي دبيا رغوني اووران ويجاړهيواددآبادي اوسوكالي په لاره كي بايد نورهم اساسي اوبنسټيزګامونه واخيستل شي ،ترڅوولس خپلووروستيوهيلوته چي دهيواد سمسورتيا اودهيوادوالوهوساينه ده ورسيږي .
داسي نښي اونښاني ترسترګوكيږي چي دافغانستان حكومت په كلكه داهوډلري ترڅوپه هيوادكي ددي ناولي بوټي دكرلواودترياكو اوپوډرو دقاچاق مخه په بشپړه توګه ونيسي،اوپه دي اړونديي خپلي هڅي لاپراخي كړي دي
دغه رازنړيوال هم په دي برخه كي ډير زيات جدي ښكاري اوداتكل يي كړي ترڅوافغانستان دنشه يي توكيودكرلواوقاچاق له دي ستري بلانه خلاصون ومومي خواساسي خبره دا ده چي په هيوادكي دهررازنيك اوپه ځاي كاردعملي كولوپه ترڅ كي دولس مرسته اوملاتړيوضروري اولازمي جزګڼل كيږي.
كه ولسونه په رښتيا وغواړي چي هيواديي دنشه يي توكيوله شره په امان اوسي نوداكار به حتمي اوضروري ترسره شي .
دنشه يي توكيودكر،اوقاچاق پرضدمبارزه دټول ولس ملي اووطني دنده ده ،داځكه چي نشه يي توكي زموږ دهيواداوولس لپاره ديوه ګواښ حيثيت لري اوكه يي مخه ونه نيول شي نودهري ورځي په تيريدوسره داخطر پياوړي اوغښتلي كيږي .
دنشه يي توكيو كر،قاچاق اوترافيك نه يوازي زموږ دهيواد د ملي ګټوسره په تضادكي دي بلكه زموږ داسلامي اساساتواوشعايروخلاف كاردي ،دغه رازنشه يي توكي زموږ دهيواد د ځوان نسل د بربادي يوسترعامل دي .
همدااوس په هيوادكي زيات شمير ځوانان دترياكو اوپوډروپه عمل اخته دي ،كه يي مخه ونه نيول شي په څوكلونوكي به داكچه هغه حد ته ورسيږي چي بيا به يي كنټرولول ډيرستونزمن كاروي .
ښه به داوي مخكي تردي چي دنشه يي توكيوقاچاقبران زموږ دهيواداوولس دتباهي په كاركي بري ومومي بايد ټول هيوادوال ددي ګډدښمن په وړاندي يوموټي شي دكوكناروله كرلواواستعمال څخه په كلكه ډډه وكړي اودنشه توكيودمافيا اوقاچاقبرانوپرضد دنه ماتيدونكي ځواك په توګه په بي امانه او پراخوولسي هڅو لاس پوري كړي.
",دنشه يي توكيومافيا يوسترګواښ
3370,,"
",
3371,عبدالهادي (ريشاء) کراچي,"
باډاســــکي
دا به نــه وايې چي زه پخته اوباز يم
په غوټـه د سمنـــــدر و تل ته ځــــــمه
هسي وايه چـي څپو ته به ځان ورکړم
چـــي پـر هر لوري مي وړي ورسره ځمه
ارام بـــــــــحر قـــهرېدلـی، دردېدلــــــــی
ځــــني پورتـــه غــضبي غټـــي څپـــې دي
کښتــه کيږي پورته کيږي غرونه، غرونه
چــي و مخ ته يې دريږي کړي وارونــــــه
پــــر لوی بـــحر وار وارونکــی د څــپو دئ
ځـــان دي کــاږه د ساحل پر لور چــټک ځـــه
پـــه ځـان مـــه مـــغروره کېــږه چي پاتېږم
د پستـــو اوبــو څپـــې دي خــــروښېـــدلــي
ســـــلســـې دتورو غـــرو په ويشتــل کيږي
اوبـــازي دلتـــــه و تـــا تـــه پـــــکـــــار نه ده
دلتــــه غـــــرونـــه رانــــــړيـــږي، زرې کيږي
اوبـــازي هسي يوچل دئ
د اوبا ز ډيـر لنډ مــزل دئ
دكرښپل له کتاب څخه ـ ١٣٧٩
",بـــــــــاډاســــــــــــــــــــــکي
3372,خالدهادي,"
عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي (دکندهارښار د دریمي ناحیې د(ملاګلداد) په کوڅه کي )په ۱۳۰۲-لمريز هجري کال دې نړۍ ته سترګي ړني کړي دي
عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي (دکندهارښار د دریمي ناحیې د(ملاګلداد) په کوڅه کي ) په ۱۳۰۲-لمريز هجري کال دې نړۍ ته سترګي ړني کړي دي .
ښاغلی رشا صاحب وايي چي دالف-بې سېپاره مور ورته ویلې ده او پر لمانځه باندي یې هم درولئ دئ ؛ څه دېني کتابونه ماما او فارسي ورور ورته وويل ؛ بل ورور د خط او حساب دزدکړي دپاره پنسل او کتابچه پلاس کي ورکړه ، نور یې نو پخپله و خصوصي مطالعې ته ملا وتړل . ژوند یې اکثره دتجارت په مختلفو برخو کي تېر سوی دئ . د ژوند په نورو برخوکي له د زيات شمېر لکه د يات شمېر افغانانو غوندي ډیري سړې و تودې پر راغلي دي .
دکندهار دښاروالۍ په انتخاباتو کي د دریمي ناحیې منتخب وکیل وټاکل سو، خو څنګه چي یې د ښاروال او نورو وکیلانو سره دخلګو د ګټو پر سر وخوړل او هم یې دښاروالۍ چاري د ښاریانو په ګټه نه بللې ، نو له وکالت څخه مستعفي سو. د جبههء پدر وطن په موسسه کنګره کي کندهاریانو وکابل ته ولېږئ، هورې ددې لوی مجلس په غړو کي شامل و. په درو لویو جرګو کي یې دکندهار دخلګو دخوا استازيتوب کړئ دئ . همدارنګه یې دقبایلو په عالي جرګه کي دکندهار نمایندګي درلودل . دپارلمان په اولسي جرګه کي د کندهارد ښار دڅلورو ناحیو دخلګو له طرفه د رایو په اکثریت وکیل وټاکل سو او په اولسي جرګه کي د تجارت د کمیسیون غړی وټاکل سو .
په سنا کي یې دسنا د مجلس دمجلې د ژباړن په توګه هم دنده ترسره کړه . دسولي د جبهې د مو سسې کنګرې په غړو کي یې ګډون درلود ؛ ورپسې د سولي د جبهې دغړو له خوا د لمړي مرستيال په توګه وتاکل سو. په ولسي جرګه (پارلمان) کي د ټولو مخالفو ګروپو او اتحادیو له طرفه مشر او ریس وټاکل سو، دوی دا دمشرتوب دنده تر آخره وښاغلي ریشاء ته سپارلې وه.
په ولسي جرګه کي به ریشاء تل په ټولنيزو مسایلو کي د ملت پله نیولې وه ، تل به یې د ملت د ګټوساتنه او دفاع کوله . دحکومت اوحکومت پلوه وکیلانو په وړاندي ولاړ و،او هغه وخت يې ويناوي په پرله پسې توګه د وخت په مطبوعاتو کي خپرېدلې .
( ښاغلی ریشاء حزبي نه دئ،په هیڅ ګونداو تنظیم کي غړیتوب نلري،دحق اوعدالت ملګری دئ )
ریشاء د تجارتي سفرونو په لړ کي و ایران، عراق، پاکستان، هنداو هانګ کانګ تللئ دئ او د جبههء پدر وطن په یوه رسمي سفر تشکند ، بخارا ، سمرقند ،مسکو او لیننګراډ ته هم تللئ دئ .
ښاغلی ریشاء د ۱۳۲۶ ل راهیسي په شعر ویلو خوله او قلم پوري کړئ دئ .
نوموړي دهغي لیونۍ میني له رویه ، چي خپل د هیواد، خلګو ، ژبي او فرهنګ سره یې لري، هیڅکله ځان ندئ سپمولئ او تل يې هڅه کړېده چي ددې خپلو خلکو او ټولني ته خپله معنوي پانګه ډالۍ کړي .
ښاغلی ريشاء د څو تېرو کلونو راپه دې خوا د پاکستان دکراچي په ښار کښي هستوګن دی .
چــــــاپ ســـــوي آثـــــار:
١_پټي کرږي)- داشعارو لومړۍ مجموعه – ۱۳۷۳ل-کراچي
٢_بېوسي )- د اشعارو دوهمه مجموعه – ۱۳۷۴ل – کراچي
٣_خواشینۍ) - بېلابېل مطالب- ۱۳۷۷ل – کراچي
٤_ (خروښ ) - کوچني مطالب – ۱۳۷۹ل –کراچي
٥_په افغانستان کي پردي لاسونه)-سیاسي تحلیل (۵۰)جلده فوټوکاپي ـ ۱۹۹۷ز-کراچي
٦_کرښپل )- لنډ مطالب – ۱۳۷۹ل - کراچي
٧_ (یاغي اندېښنې )- رباعیات - ۱۳۸۰ ل کراچي
٨_ ( بېړنۍ لوجرګه )- ۱۳۸۰ل - کراچي
٩_ ( دکندهار ښار )- ۱۳۸۱ل - کراچي
١٠_ (افغانستان چا خراب کئ؟) - ۱۳۸۲ل - صحاف نشراتي موسسه
١١_ ( دپښتو اصطلاحاتو یوه برخه) - ۱۳۸۲ - کراچي
١٢_ ( ښځي او اقتصاد)- ۱۳۸۲ ل -کراچي
١٣_ ( کان طلا)- ۱۳۸۳ل- کراچي
١٤_ ( دپوښتنو جوابونه )-لمړۍ برخه- ۱۳۸۳ل- کراچي
١٥_ ( دپوښتنو جوابونه )- دوهمه برخه- ۱۳۸۳ل - صحاف نشراتي موسسه
١٦_ ( دپوښتنو جوابونه )– دریمه برخه - ۱۳۸۳ل - صحاف نشراتي موسسه
١٧_ ( د ارواښاد عبدالشکور رشاد په یاد )- ۱۳۸۳ل – کراچي
١٨_ ( ګدړۍ )- د خپرو سوو نوشتو څخه ګل ګل - ۱۳۸۳ل - کراچي
١٩_ ( سپیني خبري )– ۱۳۸۴ل کراچي
٢٠_ (بېلابېلي متعددي مقالې او اشعار په جرایدو کي هم نشر سوي دي)
نـــــــــــــاچــــــــــاپ آثـــــــــار:
١_ (مړانه) دیوې حادثې حقیقي جریان -
٢_ (متلونه) تقریباً( ۳۰۰) متلونه په یوه پنڅوس پاڼيزه کتابچه کي
٣_ ( بد شګون- بد فال) شوم او نحس خبري ، چي ښځي عقیده ورته لري . په یوه کتابچه کي د یوې کوچنوټي کتابخانې سره لادرکه سوه.
٤_ تر سلو ډېر شعرونه
د ښاغلي ريشا د شعر بېلګه :
دژوند او مرګ ډاکټران
نه پوهــــېږم چي دا کم انسانیـــــــــــــــــــــت دئ
کمه پوه ده کــــم عقل څه حــــــــــــــــــــکمت دئ
و بشر لره راغلـــــئ څه غــــــــــــــــــــــــــــفلت دئ
چي پر مخ د تباهــــۍ بشــــــــــــــــــــــــــــریت دئ
وروڼه وروڼه سره وژني هــــــــــــــــــلاکت دئ
دابیا څنګه ورور ګلوي او اخـــــــــــــــوت دئ
-----
مکروبونه دي کشفیږي چي مــــــــــرګ نه وي
داروګان ورته جوړیږي چي مـــــــــــرګ نه وي
زراعت تقویه کیږي چي مــــــــــــــــــرګ نه وي
نورهم ډېر مصارف کیږي چي مـــــــرګ نه وي
ژوند اصلي هدف صحت یې ضـــــرورت دئ
نو دمرګ او بدامنۍ څخه نــــــــــــــــــفرت دئ
-----
بــل طرف دانسان مرګ ته اسلحـــــــــــــۍ دي
قـــتل عام ته زروي بم طــــــــــــــــــــــــــیارې دي
کشــت خون دانسان مرګ لره پلــــــــــــمې دي
دهـــرچا څخه دمرګ وسلې پرتــــــــــــــــــې دي
تباهۍ ته د(نیوټرن) دبم نــــــــــــــــــــــوبت دئ
آیا دغه نو خــــــدمت او عـــــــــــــــــــــدالت دئ؟
-----
انسانانو ولي لار ده درڅـــه ورکـــــــــــــــــــه!؟
ولي ګورۍ همنوعانو ته په سپـکـــــــــــــــه !؟
څه بدي ده په آرام ژوند کي ورورکـــــــــــــــه؟
چي په جنګ سره پرخلګو سره ده مځکــــــه
خو په سوله کي دهر چا مـــــــــــــــــــنفعت دئ
بیا وجنګ او دښمنۍ ته څه حاجـــــــت دئ؟
-----
که رشـــتیا څوک د بشر ښېګڼي غــــــــــــواړي
که رشتیا څوک جوړوي وراني ويجــــــاړي
که رشتیــا څوک خلاصوي خلګوته غـــــاړي
خو په سوله کي رســـیږي چـــــــــــــــاري واړي
ژوند یواځي ورورګلوي سوله وحـــدت دئ
او که نه بشــــر تر دې په فـــــــــــــــــــــــلاکت دئ
-----
غواړم سوله چي وي ټیــنګه په دنيــــــــــا کي
انسانان نه وي نښتي په بــــــــــــــــــــــــــلا کي
عداوت دښمـــــني نه وي په هیڅ چــــــــــــا کي
د ورورۍ روحیه ټینګه وي هر چـــــــــــــاکي
دغه عین عـــــلمیت معقولــــــــــــــــــــــــــیت دئ
او که نه نو ژوند مو خو شي جهالـــــــــت دئ
٢٢ وری ۱۳۶۶ل کابل ",عبدالهادي ريشاء
3373,,"
زما د وطن يادونه
مستانه ويبپاڼه د انټرنټ پر مخ دافغاني موسيقۍ يوازنۍ تر ټولو بډايه ويبپاڼه ده چي هم يې مينه والو په لسګونو زره بېلابېلي افغاني سندري په وړيا توګه وړاندي کوي ،او هم يې د سلګونو هنرمندانو اوسندرغاړو هنر د ورکېدو له ګواښه ساتلی دی .
ددې ويبپاڼي چلوونکي په هالنډ او نژدې هيوادونو کښي مېشت د افغاني موسيقۍ مينه والو ته دروان زېږدېز کال د جون دمياشتي پر دريمه نېټۀ د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي ژوندۍ موسيقي وړاندي کوي او تاسو ته د تکړه سندرغاړي احمدضيا او ځوان هنرمندجاويد شريف په سندريز پروګرام کي د ګډون بلنه درکوي .
په يادشوي کنسرت کي به ستاسو ګډون نه يوازي ستاسو لپاره يوه په زړه پوري تفرېح او سلګونو هيوادوالو سره د ليدني کتني چانس شي ، بلکي له دې لاري به مو د افغاني هنرمندانو ستاينه او د خپل هيواد د موسيقۍ دژوند په بقا او لا ښکلا کي برخه لرلې وي .
د نورو مالوماتو لپاره لاندنی عکس کښېکاږئ
",په هالنډ کي د افغاني موسيقي شپه
3374,,"
١٣٨٤ دغويي ١٤مه - سورغر توخی کندهار
سبا د ١٣٨٤ لمريز هجري کال د غويي دمياشتي پر څوارلسمه نېټۀ د چهارشنبې په ورځ د کندهار ښار د ښاروالۍ په تالار کي د پښتو ژبي د معاصر وتلي او نوميالي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ يوه درنه غونډۀ او مشاعره جوړېدونکې ده ، په دې مشاعره کي به د کندهار ولايت د اطلاعات اوکلتور رياست پر کارکوونکو برسېره يو شمېر نور چارواکي او د بېنوا فرهنګي تولني دغړو اومشرتابه پلاوي تر څنګ د سيمي زيات شمېر فرهنګي ټولنو استازي ، غړي ، ليکوال ، شاعران ، اديبان او د ښاغلي جهاني مينه وال ګډون وکړي .
ټاکل شوې ده چي په غونډۀ کي به د ښکلا مجلې مسول مدير ښاغلی عبدالقديم پيتال د جهاني ژوند ليک واوروي ، ښاغلي مجيد بابی به د جهاني په اړه وينا وکړي او زيات شمېر نور ليکوال او چارواکي به د نوموړي په اړه خپل پيغامونه ، ويناوي او شعرونه واوروي .
په غونډه کي زيات وخت ښاغلي عبدالباري جهاني ته د هغه د شعرونو اورولو لپاره ځانګړی شوی دی . په تېرو دوو اوونيو کي دا د ښاغلي جهاني په وياړ په سيمه کي درېمه غونډۀ ده چي جوړيږي ، د رواني مياشتي پر٩ مه نېټۀ په کندهار کي هيواد کلتوري ټولني دانارګل مشاعره دجهاني صاحب سره ، دغويي مياشتي پر ١١مه نېټۀ بست فرهنګي ټولني په هلمند کي او ټاکل شوې ده چي تر سبانۍ مشاعرې و وروسته به په کندهار ولايت کي د ښاغلي جهاني په وړياړ د رشاد ادبي بهير د کندهار څانګه هم يوه درنه غونډه جوړه کړي .
",ماچي ميوند ميوند نارې وهلې . . .
3375,,"
١٣ دغويي ١٣٣٨٤ يونس برهان - کابل
دا (لونګ) دى، د غزني پښتو خپرونه ...
لونګ پسول دى، لونګ خوشبويي ده، لونګ ښکلا ده، لونګ د سوچه پښتو کلتور نوم دى، لونګ د کليوال او پښتني دود نښه ده، لونګ د پښتنو د ادب او کلتور نه بېلېدونکى توکى دى. لونګ د نجونو دغاړي هار دى، لونګ د پېغلو د خوښي سندره ده، لونګ د ناوي د ټــټر پسول دى، او لونګ اوس ”د ښارونو د ناوي“ خپرونه ده.
له نېکه مرغه دا دى اوس د لونګ وږمې له غزني نه چې يو وخت ورته 'د ښارونو ناوې' ويل کېده راپورته کېږي. موږ هېله من يو چې لونګ د غزني تر جغرافيايي پولو ټاکلى پاتې نه سي او که خداى وکړي په وږمو به يې د هېواد د ننه او بهر پښتو ونازوو.
هو، لونګ د يوه هېر سوې او سپېره ولايت غـږ دى، هغه غږ چې که بيا هم د د همدې سيمې پرګنې پرې را ويښ نه سي بيا به مو لـه دې خوبه شپېلۍ د اسرافيل ويښوي.
د لونګ ځانګړتيا داده چې سياست نه کوي او ليکنې يې يوازي د پوهنيز، څېړنيز او ادبي ډګر سره تړلې دي. د لونګ يوه موخه داده چې په داسې يوه سيمه کې چې هلته د ازادو رسنيو او خپرونو نوم هم نه تر سترګو کېږي خلک کلتوري کارونو ته وهڅوي.
په ناڅاپي توګه، د لونګ پيل نن د رسنيو د ازادۍ له نړيوالي ورځې سره سمون خوري چې موږ يې دا تصادف په نېک شګون نيسو.
لونګ دوه مياشتنۍ د محمد يونس برهان په سرلارۍ او هميم جلالزي او اسد الله بلهار په هڅو خپرېږي. د دې لپاره چې د د مجلې د منځپانګې په لا شتمنوالي کې مو برخه اخيستي وي موږ ستاسو، ليکنو، وړانديزونو او رغنده نيوکو ته سترګي په لاره يو. هيله ده چې له داسې يوې خپرونې څخه چې نوي راټوکېدلي او د چلوونکو په ځاني لګښت چاپېږي خپل ملاتړ او مرستي ونه سپموئ چې يوازي د لوستونکو او مينه والو مينه او ملاتړ او زموږ ټينګ هوډ د لونګ د عمر د پايښت ژمنتيا کولاى سي.
په نژدې راتلونکي کي به لونګ په بېنوا کي هم ديوې ځانګړې برخي خاوند شي .
زموږ برېښناليک پته : lawang.magazine@gmail.com
د ګرځنده شمېره : 079 041 021
",دغزني لونګ !
3376,عبدالله احسان,"
١٣_ غويي ١٣٨٤ عبدالله احسان - هالنډ
د هالنډ تر ټولو غټي ورځپاڼي تلګراف د بي ايم ډبليو الماني موټرجوړولو فابريکې له خوا نن د ٢٠٠٥ کال د می دمياشتي پر دريمه خبر ورکړی دی چي د بي ايم ډبليو ايکس ٥ موټرونو لپاره يو داسي نوی سيسټم جوړوي چي موټر چلوونکی به اړتيا نه لري موټر پارک کړي .
په دې چل سره به موټر خپله پارکنګ پيدا کوي او خپله به پارک کيږي ، د موټر پارکنګ پيدا کولو او پاک کېدلو په وخت کي چلوونکی د موټر شترينګ او بريک دواړه اتومات مرستندوی ( هيلپر ) ته سپاري .
موټر چلوونکی به چيري چي غواړي موټر پاک کږي يوه سره کيلي ( بټن ) وهي ، موټر دځانګړي سانسور ( لټوونکي مشين ) په مرسته د سړک دواړو خواو ته ګوري چي يو داسي پارک ځای پيدا کړي تر څو موټر په کي ځای شي . موټر دا هم ځانته څرګندوي چي په خالي پارک ځای کي دده دځايدو وړتيا شته که نه ، هغه ځای ته نه ننوزي چيري چي نه ځايږي، لومړۍ وهل شوې کيلي چي په منځ کي يې سور څراغ بل کيږي د پارکنګ تر پيدا کولو پوري سور پاته کيږي او کله چي پارکنک پيدا کړي زرغون کيږي . او په دې وخت کي موټروان شترينګ اوبريک دواړه خوشي کوي او د موټر اتومات سيسټم دموټر چلولو ، شامخ ته تللو او شترينګ ګرځولو کنترول په واک کي اخلي .
د بي ايم ډبليو موټرجوړولو کمپينۍ ددې ډول موټرانوپه ازموينه بوخته ده ، او نه يې ده څرګنده کړې چي له کله نه دا اله بي ايم ډبليو ايکس پايف موټرونو ته ولګوي .
", BMW X5 موټر ځان خپله پارک کوي
3377,حنان حبيبزی - مزار شريف,"
١٣٨٤ د غويي څوارلسمه
(حنان حبيبزی - مزار شريف )
اى خانم د هغې كلا نوم دى چې د عيسې عليه سلام له زيږد څخه درې سوه نهه ويشت كاله وړاندې د مقدوني سكندر د فتوحاتو په لړ كې د هغه وروستى اثر بلل كيږي چې په په لاس يې د افغانستان د شمال ختيځ ولايت تخار د سرحدي ولسوالۍ دشتي كلا ښارګوټي ته څيرمه په يوه لوړه غونډۍ ودانه شوې ده د كابل پوهنتون په خوانى استاد او په هالنډ كې د ماقبل التاريخ د ادارې غړى لرغونپوه پوهنوال رسول باوري يې د تاريخي ارزښت په اړه وايي د هنر او جوړونې له پلوه دا كلا په يونانيانو پورې اړه لري چې د مقدوني سكندر فتوحاتو څخه يې بنـسټيز كار پيليږي او ډيرو څيړونكو يې د پلټنو په پاى كې موندلې ده چې دا لرغونې كلا د لويى يا مقدوني سكندر په لاس جوړه شوې ده
او هغوى په همدې ترڅ كې دا كلا د امو د سكندريې په نامه بللې ده .
دا كلا چې ما له نږدې وليده له ډير دردونكي برخليك سره مخ ده او د هر ګام پر ځاى يوه يوه ژوره كنده ليدل كيږي او دا څرګندوي چې د تيرو جګړو راپه دې خوا له چور تالان سره مخ ده او ځنې كيندنې يې نوې نوې شوي دي ، ددې كلا په زياتو برخو كې له اوسنيو خښتو څخه لوی لوی خښتې ليدل كيږي چې زياتره يې ټوټه ټوټه پرتې دي او په ځينې ځايونو كې له همدې خښتو څخه جوړ ديوالونه لا هم پر ځاى پاتې دي چې ډير زاړه ښكاري،د كلا ځينې ځايونه په بلډوزر هم كيندل شوي دي او د هر برج پر سر يې چې اوس يې د غونډيو څيره خپله كړې ده پوځي مهمات پراته دي او داسې بريښي چې د جګړو په وخت كې دا كلا يو پوځي مركز وو دا كلا د امو سيند له ګاونډي تاجكستان څخه رابېله كړې او په لويديځه برخه كې يې د كوكچې سيند بهيږي او له امو سره يوځاى كيږي ، د اى خانم كلا د تخار ولايت په دشتي كلا ولسوالۍ كې د امو او كوكچې سيندونو په غاړه پرته ده ،په يوه برخه كې يې ډيرې غټې غټې خښتې پرتې دي چې د اوسنيو ودانيو برنډې يا دهليز سمېټي فرش ته ورته دي خو دا بيا سور رنګ لري او تورې تورې اوارې اوارې شګې هم ورسره ګډې دي هغه ځايونه چې يې پر بلډوزر كيندل شوي دي بيا يې د خاورو تر منځ وړې پخې خښتې ښكاري خو دا خښتې هم له اوسنيو هغو څخه لوی دي او ټوټه شوي دي له ځايي عامو اوسيدونكو څخه چې مې وپوښتل هغوى يې له كيندنې انكار وكړ خو دا يې راته وويل چې يو شمير خلك يې په سيمه كې شته چې د كلا پر ناقانونه كېندونو اخته دي
يو تن چې نه يې غوښتل نوم يې واخلم كلا ته څېرمه د ولسوالۍ په ښار كې هغو پخو ودانيو ته اشاره وكړه چې د ځينې ځايي خلكو له خوا جوړې شوي دي او ويل يې چې دا ددغې كلا دهغو اثارو په پيسو ودانې شوي دي چې نږدې ګاونډي هيواد تاجكستان ته د خرڅلاوو لپاره ليږدول شوي دي خو د دشت كلا ولسوالۍ امنيه كوماندان امام محمد چې له اوه كلونو راهيسې په همدې سيمه كې د امنيت چارې په غاړه لري دا خبر نه مني او وايي چې تل د اى خانم د كلا څارنه كوي خو د ځايي سړي څرګندونو ته په پام سره د تخار ولايت مرستيال عبدالجبار چې يو كال وړاندې يې له دې كلا څخه لېدنه كړې پوليسو ته سپارښتنه كوي چې د ناقانونه كيندنو مخه ونيسي خو ښاغلى جبار بيا دا هم وايي چې دغه كيندنې اوس نه بلكې په خوا شوي دي .
خو ما هلته هيڅ پوليس او يا كوم امنيتي سر تيرى ونه لېده چې ددغې كلا په ساتنه به بوخت وي يواځې د زړو پوځي مهماتو نښې نښانې پر ځاى پاتې وې او نه مې د اطلاعاتو او كلتور وزارت خلك وليدل چې د كلا د ساتنې مسوليت به ورپه غاړه وي ،
هغه خلك چې كلا ته جوخت په ختيځه څنډه كې ژوند كوي د اى خانم د لرغونې ماڼۍ له لمنو څخه د خاورو پر چلولو بوخت دي چې ښايي د كورجوړونې لپاره به دا خاورې ليږدوي خو داسې فكر هم كيږي چې كېدى شي دوى ته د ځنې خلكو له خوا دنده سپارل شوي وي چې دلته كيندنې وكړي او تاريخي اثار غلا كړي خو دغو خلكو چې يې ما ته كورونه راوښوول ټول خټين وو او داسې نښې نښانې په كې نه تر سترګو كېدې چې دغه په ظاهره غريبان دې لرغوني اثار غلا كړي .
لنډه يې دا چې په افغانستان كې له جګړو وروسته او د ولسمشر حامد كرزي په لنډ مهاله ، منځمهاله او اوسنۍ انتخابي دوره كې داسې يو جګ پوړى دولتي چارواكى د ځايي خلكو په وينا داى خانم كلا ته نه دى ورغلى چې دغه اثار له نږدې وګوري ،كه همداسې د نه پاملرنې ښكار شي ښايي يو وخت چې دولتي كسان د څيړنو لپاره ورځي هلته به يې نښه هم نه وي .
",د اموسكندريه کلا د له منځه تللو له ګواښ سره مخ ده
3378,حنان حبيبزی,"
حنان حبيبزی – مزار شريف
د وړم كال په لومړيو كې بلقيس له اسلم سره واده كړى و خاوند يې كركيله كوله زمكه يې خپله وه ميرمن چې يې جوړه وه پټيو ته به يې د كر كيلې يا په زمكه كې د كار پر وخت خاوند ته ډوډۍ وروړه ، د دوى عجيبه ژوند وو اسلم به له بلقيس سره بيا په پخلنځي كې مرسته كوله دواړه به ډير خوشاله وو ، د بلقيس خاوند ته له پلار څخه شل جريبه زمكه پاتې وه خو اوس چې يې ميرمن ناروغه وه د كر كيلې لپاره يې ډير لږ وخت درلود ، خاونديې د بلقيس د درملنې په فكر كې وو ،ده دا هيڅ په زړه كې نه ګرځوله چې روزګار ترې نيمګړى پاتې دى خو ويل به يې چې هر ډول چې وي د بلقيس ژوند به ژغوري، د بلقيس ناروغي ورځ په ورځ ډيريده ، ناروغۍ يې په بدن كې داسې ريښې غزولې وې چې د ولسوالۍ ډاكټران يې په درملنه كې پاتې راغلل ،خو هغه به بيا بيا خپله ناروغه ميرمن همدې ډاكټرانو ته بوتله ، ډاكټران له يوې خوا ټول نارينه وو چې بلقيس د خپل درد په اړه ټولې خبرې نشوې كولى او بل دا وو چې ډاكټران فاكولته يي نه وو ،دا هغه كمپوډران وو چې د جهاد پر وخت پاكستان ته تلي و و او هلته يې د لومړنيو روغتيا يي مرستو درې مياشتني كورسونه ويلي وو او اوس چې يې وسله سپارلې وه نو د خلكو په درملنه يې پيل كړى وو ، دې ډاكټرانو بيا ځان ځان ته درملتونونه درلودل او يو له بل سره يې ناسالمه رقابت هم كاوو
هغه درمل به يې په درملتونو كې موندل كيدل چې په اخري درجه ارزانه او بې كيفته يا تاريخ تيره وو چې ناروغ ته يې د درملنې پر ځاى نور ې ناروغيانې هم پيدا كولې ، ډاكټرانو به ناروغ ته له اندازې زيات درمل وليكل او په دې كار سره يې هڅه كوله چې خپله دارو په لږ وخت كې وپلوري ، د دوى تر منځ دا حالت د دوه ستونزو له امله رامنځته شوى و ، يو دا چې ډاكټرانو مسلكي زده كړې نه لرلې او بل دا چې دوى نه د درملنې له قانون څخه خبر وو او نه هم د وګړو له اقتصادي حالت څخه ، د دوى ټوله هڅه دا وه چې څه ډول له ناروغ څخه پيسې واخلي كه يو سړى به لږ تبه هم وه ، د هغه ينه به يې معاينه كړه او ورته ويل به يې چې ته ملاريا يې بيا به يې پر هغه اوه قلمه دارو وپلورل چې دوه يا درې به يې شربت وو .د بلقيس د خاوند جيبونه چې اوس تش وو او ټوله داريي يې د ډاكټرانو جيب ته لويدلې وه
خپله حوصله يې ونه بايلله او وچته اراده يې لرله ، . اسلم ليدل چې د ميرمن رنګ يې ورځ په ورځ خرابيږي او ناروغي يې مخ په زياتيدو ده او ډيره يې ځوروي په دې فكر كې ولويد چې ښايي د ولايت په روغتون كې يې د ميرمن د درملنې لپاره اسانتياوې شته وي ، كه هلته يې بوځي نو ، ركه روغه به شي . اسلم چې اوس نقدې پيسې نه لرلې او ټولې يې د ميرمن په درملنه لګولې وه ، تر اوږو په قرضونو كې ډوب هم و خو بيا يې هم سل زړونه يو كړل او د ولايت روغتون ته يې د بلقيس د كرايې د پورولو لپاره بيا هغو خلكو ته مراجعه وكړه چې مخكې يې ترې پيسې پور كړې وې او د ډيرو دروازې يې وټنګولې خو هيچا يې غږ وا نه وريده ځكه لومړى يې بايد د هغوى قرض وركړى وى او همداسې نا اميده راستون شو ، د ولايت تر ښاره د كرايې د موندلو لپاره يواځينۍ لار چې اسلم ته پاتې وه دا وه چې خپله ز مكه ګيرو كړي ، خو زمكه يې هم چا نه ګيرو كوله ، شاړه زمكه چا څه كوله ، دده زمكه چې چا ګيرو ونه نيوله نو ډير يې فكر خراب شو چې كور ته راستون شو ، وې ليدل چې ميرمن يې په ځاى كې پرته ده ، ده فكر وكړ چې ښايي كلكه ويده وي ، سر پورې يې كيناست او له ځان سره يې وويل چې ځه! كله چې راويښه شو ه بيا به يې د ناروغۍ حال وپوښتم ، په دې كې څو ساعته تير شول خو بيا هم بلقيس په خپل ځاى كې د پخوا په څير پرته وه ، نا څاپه يې زړه ولويد ، دا فكر ور ته پيدا شو چې خداى مكړه ميرمن يې مړه نه وي ، بې ارادې يې خپل لاس د هغې په زړه كيښود چې زړه يې درزيده ، شكر يې وويست او د هغې د راويښولو هڅه يې وكړه خو هغه داسې بې هوښه پرته وه چې دده نارې يې هيڅ نه اوريدې ، خپل جيبونه يې وكتل چې يوه روپۍ هم په كې نه وه ، له لږ چورت څخه وروسته ولاړ شو او د دوه منه وړو بورۍ يې په وږه كړه ، دا وړه د خوراكې له غلې ورته پاتې وو ، هغه يې نږدې دوكان ته د پلورلو لپاره يوړل ، د وړو پيسې چې ايله سل افغانۍ شوې وې له يوې خوا يې د ولايت تر روغتونه كرايه شوه ، د روغتون ډاكټرانو چې د بلقيس حالت وليده هغه يې په روغتون كې بستر كړه ، دې ډاكټرانو له زياتو معايناتو وروسته وپتيله چې بلقيس د يوې معمولي ناروغۍ د مخنيوي لپاره د بيلا بيلو درملو د خوړولو له امله په دغه ناروغۍ اخته شوې ده خو دلته يې وضعه په دوه ورځو كې يو څه ښه شوه ، دلته يې درملنه ځكه موفته كيده چې ټولو خارجي موسيسو له مركزي روغتون سره مرسته كوله او ډاكټرانو هم د ناروغانو درملنه وړيا كړې وه او ان د ناروغانو پا ى واز ته يې هم خواړه وركول ، په لسمه ورځ ډاكټرانو ورته وويل چې نوره يې ميرمن بوځي كورته ځكه ويل يې چې نوره ښه شوې ده خو د څو ورځو لپاره يې دارو هم وركړل چې ناروغي يې په بشپړه توګه ښه شي ، بلقيس اوس پلې تلى شوه ، په اډه كې يو شمير خلك د موټر په انتظار ناست وو او د اسلم يو كليوال ته يې دا خبره كوله چې د امو د سيند سطحه راجيګه شوې اوستاسو ولسوالۍ يې بسته وړې ده ، د ولسوالۍ د دفتر په ځاى كې سيند بهيږي ، د دوى كور هم د ولسوالۍ دفتر ته نږدې پروت وو ، بلقيس چې دا خبرې واوريدې ، ښايسته كور ګى يې سترګو ته نيغ ودريده چې بيا له نوو هيلو سره ور روانه وه او دې دردونكي خبر دومره بد تاثير پرې وكړ چې ځاى په ځاى په زمكه راولويده ،او د تل لپاره د بي هوښۍ حالت ته لاړه اسلم يې تشې دونيا ته بې كسه بې كوره پريښود .
",كمپوډران
3379,,"
په کاناډا کې د ارواښاد استاد فضلی او ارواښاد استاد پلار فاتحه واخیستل سوه افغان رساله د افغانستان د تياتر او راډيو ټلويزيون تکړه ممثل ارواښاداستاد فضل محمد فضلی او د افغانستان د تیاتر پلار ارواښاد استاد جان محمد پلار فاتحه د افغاني فرهنګپالو اوخبری رسنیو لخوا د کاناډا په ټورنټو ښار کې د يکشنبې په ورځ د ۲۰۰۵ کال د مې د میاشتې په لمړې نيته د امت نبوي جامع په جومات کې واخیستل سوه. په دې فاتحه کې زموږ يو شمیر هیوادوالو برخه و اخیستله او د ارواښاد فضلی او ارواښاد پلار روح ته یې دعاووی وکړې او د خدای (ج) له دربار څخه يې دوی ته د مغفرت غوښتنه وکړه او د دوی پاته کسانو ته یې تسلیت وړاندې کړی. ",د ارواښاد فضلي او استاد پلار فاتحه واخستل شوه
3380,خالد هادي حيدري,"
١٣٨٤ دغويي ١٤مه ( خالد هادي حيدري )
نيويارک ، دامريکامتحده ايالات ",په دربار کښي د ژبو انډول د ملي يوالي بنسټ دی
3381,نعمان دوست - کابل,"
١٣٨٤ دغويي پنځلسمه ( نعمان دوست کابل
درنو لوستونکو ! تېروتنه دفرشته جلالزۍ خور ديوې لنډې کيسې نو م دى کومه چې په بېنواويبپاڼه کې خپره شوې ده .
دلنډو کيسو لو ستل او ليکل مې په عادت بدل شوي ، کله چې کومه خپرونه او ويبپاڼه ګورم ا و ل دکيسو برخه يې له سترګو تېروم . نن چې مې بېنواويبپاڼه پرانسته دتېروتنې په نوم کيسې مې سترګې ونښتې او سودا خو مې ورته هغه وخت نوره هم زياته شوه کله چې دهغې تر څنګ مې ديوې پښتنې خور نوم وليد.
دغه نوم دفرشته جلالزۍ و، چې په ناليدلي توګه يې زما په زړه کې ديوې بيدارې ، هوښيارې او دپياوړي قلموالې خورکۍ په توګه ځاى وموند .
زمونږ يوشمېر ليکوالان که خپه کيږي نه نو چې کله ديو شي بازار تود وويني پرته له دې چې خپل (( توليد )) ته پام وکړي خپل (( توکي )) ور وړاندې کوي ، په دغو تو کو کې ځينې داسې هم وي چې نه يوازې دا چې (( پيرودونکي )) نه پيد ا کوي بلکې دبازار رونق هم سړه وي .
دغه کار دشعر په برخه کې شوى دى ، هر چا داسې شعرونه ويلي چې او س دښه شعر موندلو او لو ستلو تلوسه هم له يو شمېر خلکو ورکه شوې ده .
کله چې په دې ورستيو کلونو کې لنډې کيسې دود شوې نويوشمېر ليکوالو ورسره دشعر کانه وکړه داسې څه يې دکيسې په نوم تېر کړل او پرې وې تپل چې که دوام وکړي نو ددې مينه والو په کمېدو کې هم شک نه ښکاري .
له کيسې سره ډېر احتياط ځکه اړين دى چې ، دنثر لوستل نظر شعرته حوصله غواړي ، ځکه له يوې خوا نثر دشعر په څېر اهنګ نه لري او له بلې خوا کيداى شي له نثر سره دشعر په پرتله خلک کم بلد وي .
فرشته جلالزى زما په اند په خپله کيسه کې له ډېر احتياط نه کار اخستى او په داسې ډول يې ليکلي ده چې دکيسې مينوال به يې نورو کيسو ته دومره په تمه وي لکه څنګه چې دا دخپلې کيسې داتل ليدلو ته په تمه وه .
فرشتې يوه کوډګره موضوع په کوډګرو الفاظو کې را نغښتې ده ، په دې کيسه کې تصويرونه خپل دي ، ژبه خوږه ده ، پيښه ښه تسلسل لري ، چاپيريال اشنادى ، نيوکه ده( کورني ميلمه ته څوک ... خوش امد نه کوي .. )) خو نيو که په کيسه نه ده تپل شوې او... داهغه څه دى چې يوه ښه کيسه يې بايد ولري .
دتېروتنې جملو په لو ستلو لو ستونکى دا خيال کوي چې ډيالوګونه لولي نه ؛ بلکې او ري يې او ټولې خبرې اترې يې په مخ کې تېريږي ، ولولئ دغه جملې : (( اى خورکۍ خير دى)) ، (( خو چي زه هغه ووينم ربه ! )) او داسې نور..
تيروتنه که څه هم يو ځاى لږ رسوا شوې (( راته ويې ويل سکينر نه لرم او دغه پلمه يې په بيا بيا تکراروله ))
خو تر پايه پورې لوستونکى يو خوږ انتظار ته پريږدي چې ، دکيسې دبرياليتوب رازهم په همدې کې دى .
ارواپوهان وايي چې نوم تاثير لري ، په دې کيسې هم خپل نوم لږ زيات تاثير کړى دى ا و په ځينو جملو کې املايي او ګرامري تېر وتنې شته .
وګورئ لاندې جملې : د قطر هيواد د ولور ګټلو له پاره په مساپرۍ تللی وي )) سم شکل يې : قطر هېواد ته دولور ګټلو ...
غاړګۍ به مي لا نه وه جوړه چي خوب وړې وم : سمه بڼه يې : غاړکۍ به مې لانه وه جوړه چې ، خوب به ويوړم يا خوب به وړې وم .
ايا نه ليدلې هم له چا سره مينه کېدای شي؟ سمه بڼه يې : ايا نه ليدلى هم له چا سره مينه کوى شي ؟
او ....
دا تيروتنې دومره نه دي چې لوى عيب وګڼل شي ، خو لکه څنګه چې په يوه ښکلې سترګې معمولي داغ هم دچا نه پيرزو کيږي نو .. .
په پاى کې لوستونکو ته دجلالزۍ دکيسې د لوستلو غوښتنه کوم او له هغې څخه دنورو ليکنو هيلې لرم .
",د فـــرشتــــې جــلالـــزۍ ( تېروتنه )
3382,سعيدلودين -ټورنټو کاناډا,"
اميد
زه مي د ميني
د اميد
او په اخلاص يو لګولې شمعه
په ها خاورينه کوچنۍ پياله کي
د ګنګاه رود
پر هغه لويه
او خاموشه څنډه
اوبو کي ږدم
په خپل لاسو ورته څپې جوړوم
د رود په غېږه يې کرار ورکوم
وايم چي ګوندي
زما د ميني
د اميد
دغه کوچنوټې شمعه
د رود په توره او وحشي غېږه کي
د ابدي تورتم تياره مخلوق ته
رڼا ور ورسوي
او زموږ د وچو و لندو خالق بيا
زموږ و تياره ښار ته
رڼا ورکړي
څراغ راولګوي
ما خپل کړي
",اميــــــــــــــــــــــــد
3383,,"
١٣٨٤ د غويي ١٤مه
دامريکا پوځ ويلي دي چي د زابل ولايت په نښتو کي يو افغان سرتيری او شل تنه طالب جنګيالي وژل شوي ، شپږ تنه افغاني پوليس او پنځه امريکايي سرتيری ټپيان شوي دي .
دا نښته هغه وخت رامنځته شوه کله چي دطالبانو پنځه ويشت کسيزي پر افغاني او امريکايي سرتېرو بريد وکړ ، امريکايي سرتېرو هوايي مرسته وغوښته او په جګړه کي د درنو زيانونو خبرونه ورکړه شوي دي .
امريکايي پوځونو ويلي دي چي په دغه نښته کي يې يو شمېر طالب جنګيالي او د هغوی په په تړاو ځيني سيمه ايز کسان نيولي دي . ",په زابل کي درنه نښته شوې ده
3384,,"
١٣٨٤ د غويي ١٤مه
پرون د وردګو ولايت د چک په ولسوالۍ کي د( مڼې ګل) دودېزه کلنۍ مشاعره وشوه ، په دې مشاعره کې د سيمي پر يو شمېر دولتي چارواکو، ليکوالو ، شاعرانو او فرهنګپالو برسېره د شهيدانو او معلولينو وزيره صديقه بلخي ، د ښځو په چارو کې دکليو دپراختيا مشاوره صفيه صديقي، وړانګه ساپۍ، دپلان پخوانی وزير رمضان بشر دوست او يو شمير نورو دولتي چارواکو برخه اخستې وه .
په دې وروستيو کي په يو شمېر ولايتونو کي د ګلونو په نوم ځانګړي کلنۍ مشاعرې نوي دود شوي دي . چي له دوی څخه يې د ننګرهار ولايت د نارنج ګل دودېزه مشاعره تر نورو ټولو زړه برېښي .
سږکال دننګرهار تر نارنج ګل وروسته په زابل کي د بادام ګل ، کندهار کي د انار ګل او دادی پرون په وردګو کي د مڼې ګل مشاعرې جوړې شوې . ويل کيږي چي په راتلونکي کي به دا ډول مشاعرې په نورو ولايتونو کي هم دود شي .
",په وردګ ولايت کښي د مڼې ګل مشاعره
3385,,"
١٤ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان د ښځو ټولني په دې وروستيو کې د ښځو وژنې يو بې رحمانه عمل بللی او هغه يې سخت غندلی دی.
د يادي شوي ټولني اعلاميه په بغلان ولايت کې دڅلورو ښځو، په هرات کې د يوې ښځي او ماشوم وژنه او په بدخشان کې د يوې ښځي سنګسارول، د اسلام له دين او ولسواکۍ سره مخالفه کړنه بولي .
د افغانستان د ښځو دټولني مشرې ثريا پرليکا ددولت له چارواکو وغوښتل چې دداسې عملونو مخنيوی وکړي او د افغان ښځو حق او پت خوندي وساتي.
",د افغان ښځو ځورول بايد پای ته ورسول شي
3386,,"
١٤ د غويی ١٣٨٤
نړيوالو سوله ساتو ځواکونو(ايساف) ويلي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو د شمېر په زياتولو سره د افغان او ايتلافي ځواکونو سره په ګډه په دې هيواد کې د ملي شورا ټاکنو ته خوندي امنيتي چاپيريال رامنځ ته کړي.
د دغه قواوو وياندې ميرمن کيرين پيتوت نن په يوه خبري کانفرانس کې وويل چې اوس په دې کار کيږ ي چې څومره اضافي ځواکونه به د کومو هيوادو څخه په افغانستان کې د ملي شورا د ټاکنو د امنيت لپاره راغوښتل کيږي.
",په افغانستان کې د ټاکنو لپاره ايساف خپل ځواکونه زياتوي
3387, احسان,"
ښاغلی انجنير محمد انعام واک د محمد اجان زوی د ١٣٣٣ لمريز کال د ليندۍ ( ١٩٥٤ ډسمبر ) په مياشت کښي د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالي کي زېږېدلی دی
ښاغلی انجنير محمد انعام واک د محمد اجان زوی د ١٣٣٣ لمريز کال د ليندۍ ( ١٩٥٤ ډسمبر ) په مياشت کښي د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالي کي زېږېدلی دی .
ښاغلی واک په ١٩٨٢ زېږديز کال دپاکستان هيواد ته مهاجر شو .
زده کړي :
د ١٩٦١ څخه تر ١٩٧٢ زېږديز کال پوري يې لومړنۍ زده کړي دليسې تر کچي بشپړي کړي دي .
( ١٩٧٣ – ١٩٧٧ ز ) د کابل پوهنتون دطبيعي علومو د پوهنځي دځمکي پېژندني د ليسانس دوره .
( ١٩٧٧ – ١٩٧٧ ز ) شپږ مياشتنی عسکري خدمت ( تعليمي غنډ – ننګرهار )
( ١٩٨٧ – ١٩٨٨ ز ) دکمپيوټر زده کړه پېښور
( ٢٠٠٢ – ٢٠٠٤ ز) د ناروېژي ژبي زده کړه ، داوسلو پوهنتون د تاريخ اوفلسفې د پوهنځي د ناروېژي ژبي کورس – اوسلو .
٢٠٠٣ ز کال دانګريزي ژبي ازموينه د لورنسکوګ عالي لېسه - ناروې .
٢٠٠٤ ز کال د اوسلو پوهنتون د ټولنيزي انسان پېژندني Social Anthropology د څانګي محصل .
علمي او څېړنيز کارونه :
( په ټولنيز ه اوسياسي برخه کي )
په ختيځ نورستان کي د اپيني نشه يانو سروې ، واک فونډېشن ، ( د ORA International چاپ ١٩٩٨ پېښور ) .
١٩٩٤ زېږديز کال د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کي د اپينو د توليد د کموالي سروې ( واک فونډېشن ، ننګرهار )
١٩٩٤ زېږديز کال په ننګرهار اولغمان کي د اپيني نشه يانو سروې ( واک فونډېشن)
١٩٩٥ زېږديز کال ( اسلامي بنسټ پالنه ) ناچاپ څېړنه .
( ١٩٩٦ – ١٩٩٨ ز ) ( پښتونولي اواسلام) يوه ناچاپ څېړنه .
کار او تجربه :
په افغانستان اوپاکستان کي :
( ١٩٧٨ – ١٩٨٢ ز ) دافغانستان د کانو او صنايعو د وزارت جيولوجيست .
( ١٩٨٨ – ١٩٨٩ ز ) له افغان کډوالو سره د ډنمارک د کمېټې ( DACAAR) داوبو لګولو د څانګي مسلکي ساحوي کارکوونکی .
( ١٩٨٨ – ١٩٩٣ ز ) په پېښور کي د ( افغان ملت ) دجريدې مسول مدير .
( ١٩٩٨ – ١٩٩٠ ز ) دافغان نادولتي موسسې ( AAA ) دبياودانولو د برخي مسول .
١٩٩٠ زېږديز کال دافغان نادولتي موسسې ( AAA) مشر .
( ١٩٩١ – ١٩٩٦ ز ) د افغانستان له پاره د واک فونډېشن ( د افغانستان قومي جوړښت The Ethnic Composition of Afghanistan ) د شپږ کلني پروژې مشر .
( ١٩٩٤ – ١٩٩٧ ز ) د افغانستان د بيا ودانولو دافغان غير دولتي موسسې ARDP له پاره د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام UNDP/ OPS سره د خوست په ولايت کي داوبو لګولو د يوې پروژې د تړون لاسليک کوونکی اومشر .
( ١٩٩٠ – ١٩٩٤ ز ) د ARDP مشر او بنسټ اېښودونکی .
( ١٠٩٤ – ١٩٩٥ ز ) د افغانستان له پاره د واک فونډېشن د خپرونکي اورګان ( مخدرات The Drugs ) مياشتنۍ جريدې مسول مدير .
١٩٩٩ زېږديز کال _ د افغانستان له پاره دواک فونډېشن د ( طالبان څوک دي Who are the Taliban ) د سروې او څېړني د پروژې مشر .
١٩٩٩ ز - دافغانستان له پاره دواک فونډېشن د( افغان نظرياتو د سروې Afghan Opinion survey ) دپروژې مشر .
په ايران کي :
( ١٩٨٣ – ١٩٨٦ ز ) دايران د بوشهر اواصفهان په ولايتونو کي دايران دبيا رغوني د وزارت د کانونو اواوبو د کمېټو انجنير .
په ناروې کي :
( ١٩٨٨ – تر اوسه (٢٠٠٥ ) ز کال ) د افغانستان له پاره دواک فونډېشن بنسټ اېښودونکی او مشر .
( سپټمبر ٢٠٠٢ – جولای ٢٠٠٤ ز ) د ناروې د اکه شوس په ايالت کي د افغان ماشومانو له پاره د مورنۍ ژبي ( پښتو ) ښوونکی .
چاپ شوي اثار :
ټولنيز اوسياسي اثار :
١ _ افغانستان : اسلامي بنسټپالنه اوافغاني ناسيوناليزم - په انګريزي ژبه ( پېښور ١٩٩٩ )
٢ _ افغانستان درېيم قوت - په پښتوژبه ( پېښور ١٩٩٩ )
٣ _ د افغانستان قومي جوړښت - دافغانستان له پاره د واک فونډېشن د شپږ کلني پروژې راپور ، دساپي دپښتوڅېړنو اوپراختيا د مرکز چاپ ( ١٩٩٨ پېښور )
٤ _ د افغانستان قومي جوړښت – په انګريزي ژبه د KOR چاپ ( پېښور ١٩٩٩ )
٥ _ افغانستان : فډرالي سيسټم؟ - په پښتوژبه د چاپ ( پېښور ١٩٩٩ )
شعرونه
٦ _ د شومه دم انګازې - پښتوشعري ټولګه ( پېښور ١٩٩٣ )
دشعر په برخه کي د ( مور ) دجايزې ګټونکی ( ١٩٧٥ زېږديز کال - کابل )
۷ _ د ( بوشهر دکانونو پېژندنه ) ، جنوبي ايران په فارسي ژبه ( ايران ١٩٨٥ )
٨ _ په مرکزي ايران کي دغير فلزي منرالونو لومړنی راپور – فارسي ژبه ( ايران ١٩٨٦ )
مقالې :
په کلتوري ، ټولنيزو اوسياسي برخو کي ديو شمېر مقالو ليکونکی .
سيمينارونه :
ښاغلي واک صاحب د ( ١٩٨٣څخه تر ٢٠٠٥ ) کال پوري په هيواد کي دننه او بهر په يو شمېر علمي سيمينارونو کي د ګډون تر څنګ په ناروې کي د دوو علمي سيمينارونو جوړونکی دی :
١ _ په افغانستان کي دسولي او دموکراسۍ لرليد ( د ٢٠٠٣ زېږديز کال د سپټمبر اتمه نېټۀ - ناروې )
٢ _ دنوميالي نارويژي ختيځ پوه اوپښتو ژبپوهاند ( ګيورګ مارګن سټېرن ) سيمينار د ٢٠٠٤ کال د می دمياشتي پر اته ويشتمه .
۳ - ( په افغانستان کي دملت جوړوني د لرليد ) د ۲۰۰۵ کال د نومبر پر اتلسمه نېټه د ناروې د ليلستروم په ښار کي جوړ شو .
د شعر يوه بېلګه يې :
تلمه
څومره چي تلم نه رسېدمه تلمه
خو بيرته نه راستنېدمه تلمه
زه په وسله د محبت سمبال وم
له هر اجله تېرېدمه تلمه
راپسي ژوند وکړلې کړيکي ډېري
په مرګ هم نه ايسارېدمه تلمه
زه شومه اوښکه چي باړخو به ښکل کړم
خو په ګرېوان راڅڅېدمه تلمه
هسي به ورک د وخت پېچومو کي شوم
لکه د لمر پنا کېدمه تلمه
په لاس رانغله مرغلره هدف
که په خولو کي ډوبېدمه تلمه
تنده زما وه د وصال د اوبو
په ثرابو نه غولېدمه تلمه
شپې خو په تلو راتلو شوې ستړي ډېري
زه په شانه راګرځېدمه تلمه
د غربت ټکنده غرمو دښتو کي
د شګي ګل وم ، ځلېدمه تلمه
زه له خزانه ماڼېجن نه ومه
چي په سپرلي کي رژېدمه تلمه
ډک له همته و تيندک د ميني
په مخ لوېدمه پاڅېدمه تلمه
کله به ورک ، کله به وړاندي وروسته
لکه د سيوري ګرځېدمه تلمه
په هر قدم کي و لاښونه پراته
له احترامه ودرېدمه تلمه
په حقيقت کي مي عدم شته نه و
ظاهر لوګی وم ورکېدمه تلمه
وم لکه غشی د جفا د نظر
د يار له سترګو بېلېدمه تلمه
کله جفا کي هم وفا ښکاره شي
زه په ژړا کي خندېدمه تلمه
ارماني لاړم پښه نېولی نه شوم
که له افسوسه اېشېدمه تلمه
تلمه د يار له کوڅې تېښته کي وم
خو ورته لانژدې کېدمه تلمه
مينه ښکاره مي تر اخېره نه کړه
دا زه ساده خو شرمېدمه تلمه
افسوس چي پروت و خنډ د عقل منځ کي
نه چي رقيب نه ډارېدمه تلمه
راسره مل د بل شي غم نه و هيڅ
بس زه په مينه لوبېدمه تلمه
هسي کاذب هجرت ونه کړ ( انعام )
وطن ليلا نه جارېدمه تلمه
۱۹ زمری ۱۳۶۵
بندر بوشهر – ايران
",انجنير محمد انعام واک
3388,,"
",
3389,,"
١٥ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان څخه د متحدو ايالاتونو تلونکی سفير زلمي خليل زاد پرون په کندهار کې د بزګرانو څخه وغوښتل چې د کوکنارو کر کيله پريږدي.
ښاغلې خليل زاد چې اوس په عراق کې د ولسمشر بوش دځانکړی استازی او د امريکا د سفير په توګه ټاکل شوی، کندهار ته د زرغونې انا دمقبرې د بيا جوړولو پرانيستونکی دستورې ته ورغلی و. دا مقبره د امريکا په مالي مرسته بيا جوړه شوې ده.
ښاغلي خليل زاد وويل چې امريکا به افغانان نه هيروي او نوري مرستې به هم کوي .
",خليل زاد له بزګرانو وغوښتل چې د کوکنارو کر پريږدي
3390,,"
١٥ د غويی ١٣٨٤
جاپان د افغانستان په ختيځ کې د اوبو دوه ويجاړ شوي بندونه رغولي چې نږدې دېرش زره جريبه مځکه به خړوبه کړي.
دا بندونه د ننګرهار ولايت د بيسودو ولسوالۍ کې و.
په افغانستان کې د جاپان سفير د دغو پروژو د پرانيستلو لپاره ننګرهار ته ورغلی و چې په کې يې د کونړ د سيند څپو ته د يوه سپر د جوړولو خبره هم وکړه.
د کنړ سيند د جلال اباد-اسعد اباد تر منځ د غځيدلی لوی واټ ځيني برخې وړي وي.
",جاپان د بندونو په بيا رغونه کې مرسته کړی
3391,,"
١٥ دغويی ١٣٨٤
",د طالبانو يو تکړه قوماندان د حکومت سره يو ځاي شو
3392, ولي شاه طبيب - کندهار,"
ميـــــــــنه
ژوند کي مينه پــــــــــــــيداکيږي کله کله
غاټول دښت کــــــــي زرغونيږي کله کله
لا غــــوټۍ وي چي له ډاره په لړزا وي
دخزان سيــــــــــــــــــــــلۍ چليږي کله کله
يو دانه يــــــــــې داشنا دزلفو زيب سي
پاته ټوله مـــــــــــــــــــړاوي کيږي کله کله
دښايــــــــــــــــستوماهرويانو مينه وکړه
دطالــــــــــــــــــــع ستوری ځليږي کله کله
چي د مـيو تر جام لاس وانه ړوې ځوانه
داجامـــــــــــــــــــونه چي ګړنګيږی کله کله
دا وصيـــــــــــــت زماطبيب درسره ساته
يو دعشــــــــــــــــــــق بيمار رغيږي کله کله
کندهار دعقرب ۱۱کال۱۳۸۳
",ميـــــــــنه
3393,خوشال فرهنګي ټولنه - کابل,"
١٣٨٤ د غويي د مياشتي ١٥مه
دپوهنوال دوكتورعبدالخالق رشيد له خوا:
دافغانستان دنوميالي ليكوال ، ژورنالست اووياړلي اديب
ارواښاد عبدالجليل وجدي د خواشينوونكې مړينې له امله
دا امكان نشته چې په دې بازار به بيا راشي ...
په خواشينۍ سره مرګ يوځل بيا دخپل يوه نوميالي هيواد پال ، خواخوږي ليكوال اووياړلي فرهنګي ارواښاد وجدي صاحب په وير ورواړولو. دهغه چا په وير چې نوم اوهلې ځلې يې دپښتوژبې او ادب په برخه كې په مادې اومعنوي لحاظ نه هيرودونكې دي . انا الله وانا اليه راجعون .
ارواښاد وجدې دنژدې څلوښتو كالو په اوږدو كې په افغانستان كې دنته اوباندې دپښتوژبې اوافغانې فرهنګ له هغو نومياليو څخه و چې په دغه برخه كې يې دبښتوژبې ديوه سپيڅلي خدمتګار په توګه خپله ملې اوادبې دنده په خورا ميړانې اونه ستړې كيدونكې روحيې سره ترسره كړه ، دى له هغو نومياليو څخه و چې دهيواد په هغوحالاتوكې چې خپله پښتنوهم په پښتو ليكنې باندې نه وياړل دپښتوژبې دانكشاف اوپراختياكارته اوږې وركړې اوداسې يې شپه اوورځ پرځان يوه كړې وه چې دده په خپله وينا چې له بښتو پرته يې نور خوبونه هم نه ليدل اوهرڅه ورته پښتوپښتو ښكاريدل. چې داپه خپله دهغه مهال په كابلې چاپيريال كې څه اسانه خبره نه وه.
برسيره پردې چې ده دبښتوژبې او فرهنګ په باره كې خپلې نه ستړې كيدونكې هلې ځلې ترسره كړې ، دى دهيواد اوخلكو دملي برخليك داوچتيا په خاطرتل ددوى په څنګ كې په خورا سرلوړۍ ، تقوا سره دريدلى دى اوپه دغه لاره كې يې داسې درانه گامونه پورته كړل چې تردغه دمه يې دهغوله امله له چا څخه د هيڅ ډول امتياز اومقام غوښتې تمه ونه كړه . دده غرور اوسرلوړي به زموږ دهيواد دملي ،ادبې اوفرهنګي يارانوپه منځ كې دى په اوچتيا اوپرتم سره يادوي او دده دغه وياړ ته به د درناوي سرونه ټيټوي.
دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا اوټول غړي فرهنګيان په هيواد كې دننه اوباندې داستاد وجدې مړينه دپښتنې فرهنګ ا وادب په لاره كې يوه نه جبران كيدونكي ضايعه ګنې ، دپښتوژبې فرهنګي كړيو ، دافغانستان فرهنګي اوعلمي ټولنو اودده ارواښاد كورنۍ ته دوجد ي صاحب په مړينه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي اوله پاك خدايه ده ته دجنتونو هيله كوې. داستاد وجدي نوم اوكارنامې دې تلپاتې وي .
نصرالله حافظ دخوشال دفرهنګي ټولنې مرستيال
كابل _ د۱۳۸۴ كال ثور دمياشتې پنځلسمه
",د خوشال فرهنګي ټولنې دژورې خواخوږۍ پيغام
3394,يونس برهان - کابل,"
١٣٨٤ د غويي ١٥مه ( پژواک خبري اژانس کابل )
",د طالبانو له وتلي او روڼ اندي مشر سره ځانګړي مرکه
3395,,"
١٣٨٤ د غويي ١٦مه
ښاغلی رحمت ګل ځواکمن د حاجي محمد رزاق زوی په ١٣٣٨ لمريز ( ١٩٦٠ زېزديږ ) کال د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالي کي زېږېدلی دی .
په ننګرهار او کابل کي اوسيدلی اواوس د خپلي کورنۍ سره يو ځای په هالنډ کي هستوګن دی .
ښاغلی ځواکمن له هماغه کوچنيوالي د رسمي زده کړو تر څنګ د پلار او مور د پاملرني او سپارښتني له مخي د اسلامي فقي او فارسي ادبياتو لوست هم کړی دی .
نوموړي له ١٣٤٥ لمريز څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د چپرهار لېسه په دوهمه درجه پای ته ورسوله .
له ١٣٥٧ څخه تر ١٣٦١ لمريز
",رحمت ګل ځواکمن
3396,,"
١٦ د غويی ١٣٨٤
په افغانستان کې امريکايې ځواکونه او دولتي چارواکي واي چې په دې وروستيو ورځو کې د طالب جنګياليو سره د هيواد په سهيلي سيمو کې سختي جګړي شوي دي.
دوي واي د سې شنبې او چارشنبې په ورځو د زابل او کندهار په ولايتونو کې د جګړو په وخت تر ٦٠ تنو ډېر اورپکي وژل شوي دي.
د حکومت غاړې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده ، نهه تنه سر تيري د سپين غر په نامه ښارګوټی ته نږدې هغه مهال ووژل شول چې په يوه کمين کې ولويدل. دا دافغانستان نوي روزل شوی ملي پوځ ته تر ټولو لوي اوښتې زيان دی.
امريکايان واي چې په دې اونۍ کې د دوي خپل ٧ عسکر هم ټپيان شوي دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير عبدالله واي چې دا جګړه د طالبانو له لورې هغه لويه نخښه ده چې د ژمي د وتلو او کرارۍ وروسته د هيواد په سهيل کې بيا په برېدونو پيل کوي. ",په افغانستان کې په وروسيتو ورځو کې سختې جګړي شوي
3397,,"
",
3398,,"
",ميرزاعلم حميدي په حق ورسېد !!!
3399,حبيب الله غمخور - سويډن,"
١٣٨٤ د غويي ١٥مه
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني دخواشينۍ پيغام
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ دهيوادنوميالي او پيژندل شوي ليکوال ،ژورناليست او ادبي شخصيت ارواښاد عبدا لجليل ((وجدي)) له پاني دنيا نه دتل لپاره سترگي پټي کړې ، دافغاني فرهنگ او ادب مينه وال يې يو ځل بيا دوير پر کمبله کښينول .
اناالله وانا اليه راجعون
خداي بخښلي وجدي صاحب تر څلويښتو کالو زيات د خپل خواږه ژوند گټوري گړۍاو شيبې دغه داتلانو اوقهرمانانو دوطن دفرهنگي تکامل او ادبي غښتلتيا لپاره ډالۍ کړي وې او پدي ورستيو کښي يې له ښکلي افغانستان نه ليري دبيلتون او جلاوطنۍ شپي او ورځي سباه کولي .
ارواښاد وجدي صاحب دهيواد ديوه غښتلي او پياوړي فرهنگي خدمتگار په توگه دژوند په ټولو شيبو کښي خپله ملي اوافغاني دنده په ميړاني او افغاني شهامت تر سره کړيده ،دغه لوړادبي شخصيت دخپلي ژبي اوافغاني کلتوردپياوړتيا په لار کښي دزياتو ليکلو انځورونوپه وړاندي کولو سره بيله کومي ويري او تسليمۍ نه دخپل توان او طاقت پر اساس داسي تلاښونه سرته رسولي او گامونه اوچت کړي دي چي دهغو ياد به دافغان ولس په فرهنگي تاريخ کې تل پاتي خاطره وي .
ارواښاد وجدي دا دهيوادد پياوړي سياسي څيري په توگه هغه څوک ؤ چي يوه لهظه يې دخپل ربړېدلي ولس دژوند کړاونه او ستونزي ندي هير ي شوې او هميشه يې ددي غمځپلي او کړيدلي ولس دژودنددسياسي او ټولنيزو ښيرازيو ، اجتماعي عدالت ، مدني ټولني دجوړيدواوپه هيواد کښې ددموکراسۍدراتگ او ټينگښت په لار کې ستر فرهنگي او وطني خدمتونه سرته رسولي دي ، اودغه سپيڅلي او انساني ملي هدفونو ته درسيدوپه لارکښي هيڅ وخت دزمان واکدارانو ته ندۍ تسليم شوۍ .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه او ټول غړي پداسي حال کښي چي ارواښاوجدي صاحب مړينه دهيوادوالو لپاره ستره غميزه او لويه ضايع بولي ، ځانونه د ارواښاد وجدي صاحب دکورنۍ د ټولوغړو او علاقمندانو سره پدغه ستر غم کې شريک گڼي. پدي ټينگ باور لري چي ددغه فرهنگي اوادبي شخصيت د ملي او فرهنگې چوپړ ياد به دټول افغان ولس په زړونو کښي دهميش لپاره د يوې نه هيريدونکې خاطري په توگه پاته وي .
دروان ۱۳۸۴کال دثور ۱۵ نيټه
دټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب اله غمخور
",مرگ يو ځل بيا دافغان فرهنگې جونگړې ته سر را ښکاره کړ!!!
3400,,"
١٣٨٤ لمريز د غويي ١٧مه ( دخوشال فرهنګې ټولنې لارښوده شورا )
د نوميالي ليكوال، ژباړونكي اوفرهنګي ميرزاعلم حميدې دمړينې له امله
دخوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا دغمرازئ
پيغام
ستا له ستمونو دوره چا وته فريادكړم
وله مې په غشو ما همت درته نيولی ( د بيجاپور پرديس _ هجري )
غم په غم پسې اومرګ په مرګ پسې زموږ لمنه نه پريږدي ،ان چې لا ديوه ليكوال اوشاعر ،لاديوه هنر مند اوممثل جنازه خاوروته نه وي سپارل شوې چې بله ورپسې را روانه وي ، دابه زموږ نصيب اوبرخليك وي چې يوه ورځ مو هم دخندا زوږ اوشور په پرله پسې توگه په كور راننه نه ووت اوهمدا يوه چغه اويوغږ دى چې با يد وايې ورو اوورته وژاړوو. هومرګ ، او ژړا،اوهغه هم په پرله پسې توګه ...
... اودادى په دغه لړكې موديوه بل نوميالې فرهنګې يار اوخواخوږي ميرزاعلم حميدي صاحب په غم هم تغر وغوړاوه ، هغه څوك چې درې لسيزې يې دقلم دلارويوله كاروان څخه ځان اوخپلې فرهنګي هلې ځلې په خورا سختو شرايطوكي هم ونه سپمولې اوپه خپلو ليكنواو ژباړو سره يې په خپل وخت كې زموږ د دردونو اوغمونو تسل وكړ، موږ ته يې كيسې اوداستانونه راوژباړل داسې چې په يوه ځانگړي پړاوكې يې خپل پوره اثر اواغيز په ټولنه او روڼ اندو فكرونوكې درلود.د نامتو نړيوال اثر (ژوبڼ ) پښتو ژباړې اوچاپ يې په شپتموكالو كې بې شكه خپله مهمه اغيزه اووړتيا درلوده دومره چې زموږ په منځ كې د حميدې صاحب په ( ژوبڼ ) باندې نامتوشو. همداسې دټوكو خورجين اونورې ليكنې ېې په همدغه اندازه اغيزناكې اودپاملرنې وړوې اودي. دابه بې ځايه نه وي چې ووايو دده ژباړې وې چې دهغو په ترڅ كې موږ دختيزې نړۍ نوميالې تركي ليكوال عزيز نسين اودهغه دليكنې ځانګړى سبك اوانتقادي ژبه پښتوژبې ته ديوې ښكلې ډالۍ په توگه وروپيژندل . همداده چې كله په پښتوژبه كې د ژباړې خبره ياديږې بې شكه چې دارواښاد حميدې صاحب نوم په دغه برخه كې ديادونې اودرناوې وړوي.
حميدي صاحب ډيرې نورې داسې علمي اوافغاني ځانګړنې درلودې چې دهغوپه لرلواو وړتيا سره به زموږ له يادو اوخاطروڅخه كله هم په يوه خوا نه شي ، دى دوياړلې خوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا له خورا درنواوقدرمنوبنسټوالو څخه و، چې په عين حال كې يې ددغې ټولنې دمالې برخې هغه برخه چې كله يې هم له معنوي پانګې پرته نورڅه نه درلودل مسوول هم و، دخوشال فرهنګي ټولنې وياړلې مشر استاد روهي به ورته ويل : (( خيردى كه موږ پيسې نه لرو حميدې صاحب خولرو. )) په دې مانا چې دده په همت زموږ ټولې مادي ستونزې دټولنې دسمبالتيا په برخه كې زموږله پامه لويدلې وې. اوموږ په دغه برخه كې په تش لاس دومره برلاسي وو چې په يوه خورا لنډه موده كي موخپل ملي اوفرهنګي هويت په يوه ستررسالت باندې بدل كړ.
دخوشال فرهنګي ټولني لارښوده شورا اوټول خواخوږي ، پوهان اوفرهنګيان په هيواد كې دننه اوله هيواده دباندې دخپل دغه وياړلې غړي اوبنسټوال په ناڅاپي مړينه خپله ژوره خواشيني دخپلې ټولنې ټولوغړو، هيواد والو اودده ارواښاد كورنۍ ته دزړه له كومي څرګندوي اوپه دې باوري دي چې دحميدې صاحب مړينه دافغانستان دروڼ اندي، ادبې اوفرهنګي پاټكي په منځ كې يوه ستره اونه جبران كيدونكې ضايعه ده .
اروا دې ښاده اونوم يې تلپاتې!
دخوشال فرهنګې ټولنې لارښوده شورا ( کابل )
نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال
",غم په غم پسې اومرګ په مرګ پسې زموږ لمنه نه پريږدي
3401, ميرزاعلم حميدي,"
١٣- مارچ - ٢٠٠٥ ( ميرزاعلم حميدي ) هالنډ
کاشکې
سیاست کې سپیڅلتیا او حقــــــــــــیقت وای
نه کـــــــنځلې ، نه دروغ مـــــــــــــــنافقت وای
په مـــــوټرو او چوکۍ باندې جنــګ نه وای
نه خپګان، نه پس پسې او نه غیــــــــبت وای
د وطن د سمـــــــــسورتیا مینه لومـــړۍ وای
سیاسي مـــــــــــداریان نه وای لـیــاقت وای
پت عــــزت پکې خوندې د ټول ولـس وای
نه خادست،نه کې جې بې، نه بــــــربریت وای
نه پلـــــــــمې نه دسیسې او نه نــــــفرت وای
یو تربله همکاري قدر وعــــــــــــــــــــزت وای
وروروالــــــي، بــــــرابري، مـــــــــــهرباني وای
په ازاده ژوند کـــــــــول د بــــــــــــــشریت وای
نه ټـــــګي، نه غــــــــلامي، نه چــــــالاکي وای
په خپل مــــــنځکې یو تر بله شـــــرافت وای
نه لاســــــــپوڅي جاسوسان د بل هیواد وای
نه خاین او نه د بل په پـــــــــــیسو مست وای
نه ټانــــــکونه، طــــــــیارې او نه ټوپک وای
نه کــــــورونو چـــــــورول نه غـــــــــنیمت وای
نه زنــدان، نه زولــــــنې، نه ځــــــــورول وای
نه د یـــوه بل اچــــول او رقــــــــــــــــابت وای
نه غــــــــــــــــــــــــمونه، فریادونه، نه وژل وای
نه ښـــــــــارونو ورانــــول نه خــــــــــیانت وای
یو پــــــــر بل د تـــــــــــوغندیو بـــــاران نه وای
خپـــــل هیــــــواد ابادول ستر انسانیت وای
نه وهـــل، بندي کـــــول، نه ســــــــــــپکول وای
څـــــــــارنوال او قـــــاضي دواړه د ملت وای
نه برقــــــــونه، نه ډنـــدې، نه سر وهـــــل وای
د وطن مـــــینه مـــــــعیار د لــــــــوړ همت وای
نه نفاق، نه د قومونو لمــــــــــــــــــــــــسول وای
اتحــــــــــــاد او وروروالـــــي مینه الفت وای
د خـــــواښیو کاروانونه پــــــــــکې روان وای
هـــرې خـــواته فـــــــــــابریکې او نظافت وای
چې مـــــلي احساس له هر څه نه اوچت وای
دغــــه شانې زموږ کټ مټ ســــــــیاست وای
حق ویـــــل خــــیانت نه وای هـــــــــڅول وای
خپل ګــــــناه پــــټول نه وای شــــجاعت وای
د ولــــــس دود او دســـتور ته احـــترام وای
قـــــوم پالنه لوی همت ننګ او غیرت وای
وســـــــیله د لــــــوړ مــــقام پـــوهه کــمال وای
ظلم نه وای خپل اختیار، خپل حاکمیت وای
ټــــول کارونه په علـــمي مـــــــنطق ولاړ وای
ټـــولو چــارو کې جـــرئت او عـــــــــدالت وای
یــــو د بل تر منځ سیــالي وطن خدمت وای
د قومو تر منځ وروري مـــلي وحــــدت وای
د جـــوړښت او د نــوښت مخــــنیوای نه وای
په هــر کار کې وجـــــدانې ښه قضاوت وای
ځــان ستایل د بل غندل شرم او عــــــار وای
نه چې خپل کار باندې بل څوک ملامت وای
نه ظـــــالم او نه جـــابر، نه غــــــــوړه مال وای
زمــوږ هــیواد کې دغه رنــګه زعـامت وای
روغـــه، جــوړه د قـــــومو تر مــنځ شعار وای
اوس به زمــــونږه تر اسمانه سر اوچت وای
با وقـــــــــاره با وجــــدانه رهــــــــــــــبران وای
ســــــــــیــاست کې پت عــزت اوفضيلت وای
١٩٩٦ - ٤-٢٧
",کاشکې
3402,قريب الرحمن سعيد - ناروې,"
١٣٨٤دغويي ٢١ ( قريب الرحمن سعيد – اوسلو پوهنتون - ناروې)
ددې ليکني لومړی برخه دوهمه برخه دريمه ( وروستۍ برخه )
د نل لیکو د غزیدو تر مخ کورنۍ ستونزي
وروستۍ برخه :
امنیتي حالات
لکه څرنګه چي مخته مو ورته اشاره وکړه ددغي نل لیکي د غځېدو تر مخ چي کوم ستر خنډ ونه په دغه تیرو څو نظامونو کي موجودوو او دهغه نظامونو د له منځه تللو یو ستر عامل هم دغه وه چي د یو نیکال د تیلو کمپنۍ ورته د کلونو کلونو را هیسی ځان جوړ کړي و . د پرو فیسور رباني د رژیم په وخت کي دغه کار ځکه نا شونی و چي هغه نه یوازي په ټول هیواد بلکي د کابل په ښار کي هم خپل حاکمیت ټینګ نه شو کړای او هغه ولایتو نه چي دغه نل لیکه ترې تیر یدله ، ټول د بشپړي انارشۍ سره مخ و ، خو د رباني د رژیم د سقو ط وروسته د طالبانو د نظام په وخت کي دغه کار تر ډیره شونی ښکاریده . خو د طالبانو د نظام ستونزه داوه چي هغه نظام تر اخر ی وخته پوري د امریکایانو له لوري په رسمیت و نه پیژندل شو . طالبانو هم د امریکا ددغي پالیسۍ په مقابل کي د یو نیکال د تیلو کمپنۍ ته په یوه اواز د خدای پامانی ځواب ورکړ او پر ځآی یې د ډلټا کمپنۍ چي د سعودي لخوا تمو یل کیږي غوره کړه . طبیعي ده چي دغه کار امریکایان نور هم وپارول او بالاخره د نورو عواملو تر څنګ د یونیکال کمپنۍ د طالبانو د نظام په خلاف پر یکړه و کړه چي نوره کيسه یې ټولو لو ستونکو ته څرګنده ده .
د طالبانو د نظام وروسته کله چي ولسمشر کرزي ته د افغانستان واک تر لاسه شو نو یو ځل بیا د تیلو او ګازو د نل لیکي د غزولو کار د یونیکال کمپنۍ ته و ر وسپارل شو . خو دغه کار بیا لکه د رباني د رژیم په څیر د امنیتي ستو نزو سره مخ دی . په دغه ستونزو کي یو ډول هغه دي چي د بهرنیو ملاتړ ورپه برخه دی تر څو ددغه سیمو امنیت خو ندي پاته نشي . او ورځني حالات او خبرونه دا په ډا ګه کوي چي په او نۍ کي درې څلور ځلي دداسي پیښو خبر ورکول کیږي چي په کي د ایتلافي ځواکونو په ګډون دولتي ځواکونه هم خپل سرونه له لاسه ورکوي . د کندهار ،زابل ، هلمند ، فراه ، نیمروز او بولدک حالات ډیر زیات کړکېچن دي او داسي بریښي چي امریکایانو او نورو ایتلافی ځواکونو هم په دغه غرنیو سیمو کي خپله حوصله له لاسه ورکړې وي . او بل ډول یې هغه حالات دي چي ددولت دمنسو بینو د بې تجربه ګیو او یا د منصب څخه د ناوړه ګټي اخستو په اساس را منځته شوي دي . او په دې تر تیب یې سیمه د کړ کیچ نه ډکه کړې او دې ته یې زمینه برابره کړې چي هیواد د تیلو او ګازو د نل لیکي د غځولو دغه طلایي چانس هم له لاسه ورکړي چي مو نږ یې د د نمو نې په تو ګه یو څو بیانوو
الف _ د افینو جنګ
په داسي حال کي چي هیواد د یوې اوږدې جګړې او ستري وچ کالۍ له ستونزو څخه راوزي او د هیواد دښتي او غرونه یو ځل بیا د مو سمي بارانو په واسطه شنه را ټو کیدلي د هیواد و ګړي هم د خپل اقتصادي سمو ن په خا طر هڅه کوي د تیرو وچ کالیو زیان په لږ وخت کي يا و کاږي . په دې کي هیڅ شک نه شته چي افغانستان یو زرا عتي پر خپلو پښو ولاړ هیواد و او د ځینو خپروو شوو احصا ییو له مخي که چیري د هیواد د خړوبولو سیستم په صحیح تو ګه په کار وا چول شي او د هیواد د سیندونو څخه [ چی همدا اوس تر ې ګاونډی هیوادو نه پوره پوره ګټه اخلي ] په صحیح تو ګه ګټي واخستل شي ، نو دغه هیواد او ددې هیواد و ګړي به ډیر ژر پر خپلو پښو ودریږي . خو تر هغې چي حالات هغې کچي ته رسیږ ي نو د هیواد والو له پاره په اقتصادي تو ګه د را پورته کیدو یوا زنۍ لار د افینو کرهڼه ده .
طبیعی ده چي که په یوه جریب خړوبه ځمکه کي افیون و کرل شی نود ۲۵ جریبه خړوبي او د هغی زیاتي ځمکي په اندزه د غنمو حاصل ورکوي . خو هیوادوال د بین المللی او په ځانګړې تو ګه د امریکایانو تر فشار لاندی دي چي باید د افینو کرهڼه بنده کړي ، که لږ څه تم شو او دا ومنو چي د افینو کرهڼه دي بنده کړل شي ، نو هغه لاري چي د افنیو د کرهڼي د بندیو وروسته په وټیزه تو ګه د هیواوالو له پاره ګټه وري ثا بیتیږي هغه کو مي دی ؟
په هیواد کي صنعت په ډیر ډیر لمړني پړاو کي دی نو په صنعت کي کلیوالو او دهقانانو ته ونډه نه شته . د کرهڼی د خړو بیدو سیستم پوره بې کاره او له منځه تللی دی . په دې اساس دهقانان نه توا نیږي چي خپله ټوله ځمکه و کري . تر څنګ یې د ښووني او روزني مسله هم تر ډیري لاندي کچي پوري ده ، نو که چیري دولت او یا ایتلافیان زموږ د هقانان مجبوروي چي د افنیو د کرهڼی نه لاس و اخلی نو بیا خو روته د متبادل کار او په اقتصاد ی تو ګه د خپلو پښو ددریدو یو ه لاره و ښایاست ؟
همدا لامل و چي دکندهار د ميوند په ولسوالۍ کي د دهقانانو او امنیتی ځوا کونو تر مینځ په نښتو کي مړي او زخمیان په ډګر پر یښوول شول او د هغي پسي د هرات و د ولایت په یوې ولسوالی کي هم ددهقانانو کو تکونه او دد امنیتي ځواک د ټوپکو تر مینځ شخړه وشوه چي امنیتی ځو ا کونه یې تښتیدو ته مجبور کړل . د ننګر هار د ولایت په ډیرو سیمو کی داسی پیښیي را منځ ته شوي او ان تر دې چی خلکو مظا هر ې و کړې او او د احتجاج اواز یې د بین المللی را ډیو ګانو له خوا نشر شو .
همدا راز د هلمند په ولایت کي دمو ټر سایکلونو پر ګرزیدو او دتیلو په خرڅلاو تر څو اونیو پوري بندیز لګو ل پخپله په دغه کشمکش کی دډیر ښت سبب ګرزي . دا او داسي نوري پیښي هغه څه دي چي ددې په واسطه په ولس کی یوه عمومي غو غارا پورته کیدای شي . او ددولت مسولین د پوره بې کفایتۍ نه په دې لړ کي کار اخلي او خلک تر دیوالو پوري و ر پوري وهي . او هر څومره چي امنیتي و ضعیت خر ابیږي هما غومره دغه ستره پرو ژه ځنډ نۍ کیږي ځکه د پروژې مسولین د پروژی د خو ندي توب په هکله شکمن ګرځي
ب _ د مهاجرینو ستو نزه
په ایران او پا کستان کي د افغانستان د مها جرینو له پاره حالت ورځ په ور ځ خرابیږ ي . د پاکستان د پو لیسو او مقاماتو د حصول یو ه ستره سر چینه مهاجرین جو ړوي . په ایران کی هم د پا سدرانو په لاس هر څو ک چي ورځي هغه سرحد ي کمپونو ته په داسي حال کی لیږدوي چي د هغې کورنۍ ته هیڅ معلومات نه وي ورپه برخه شوی .
ددې کار څخه ددې هیوادو هدف دادی چي څومره ژر چي کو لای شي مها جرین افغانستان ته ورپوري وهي په غربي نړۍ کي هم دغه ډول هڅي تر ستر ګو کیږي چي د المان هيواد نننۍ ( ١١ می ٢٠٠٥ )مظاهرې يې ښه بېلګه ده . خو ستو نزه داده چي د افغانسان اقتصادي ، سیاسي او امنیتي حالات ددی جو ګه نه دي چي دومره ستره شمیره مها جرین په یو ه نا څاپي تو ګه په خپله غیږ کي واخلي . مها جرین چي بیرته را ستنیږي نو د سر دخو ندي کیدو ځای ته اړ تیا لري ، چي په طبیعي تو ګه یی نه لري او که لري یې هم نو وران ویجاړ حالت کي . هغوی کار ته اړتیا لري چي نه ورته پید کیږي . هغه څه یې چي له ځا نه را وړي وي هغه تر ې اخوا دیخوا ولګیږي او بیا نو مجبورا په ناوړه کارنو لاس پوري کوي . د ګاونډیانو هدف هم همدا دی چي افغانستان د ستونزو سره مخ وي . په هیواد کي هم داسي با کفایته اداره نشته چي ددغه ستو نزو د حل له پاره پلانیزه شوی پرو ګرام تر لاس لاندي ولري ، نو طبیعي ده چي د خپل ګران هیواد په لور د مهاجرینو هجوم به ډیر ي زیاتي ستو نزي پیدا کوي چي تر ټولو مهمه ستو نزه یې د امنیت کړکیچمن کیدل دي . او امنیت تر هغه وخته پوري خو ندي نه شي پاته کیدای تر څو پوري چي د خلکو اقتصادي مسایلو ته تو جه نه و ي شوې چيدغه کار پخپله دداسي او داسي نورو سترو اقتصادي پروژو تر مخ خنډونه پیدا کوي . ځکه د اقتصادي پر مختګ تر شا چي کوم عوامل کار کوي د هغې څخه یو هم سیاسي ثبات او امنیت دی .
زمونږ خپلی معدنی زیرمی
د الله فضل دی چي افغانستان پخپله د ډیرو سترو معدني زیرمو خاونددی په دې هکله د ۱۹۹۴کال د اکتوبر په ۱۲ می یوه افغاني لوړپوړي هیئت ته د امریکا د بو سټن په پو هنتو ن کي د افغانستان پیژندني په مرکز کي د افغانستان د معدني مو دو او د هغې د زیر مو په هکله نژدې څلو سا عته لکچر ورکول شو . په دغه لیکچر کي د سپوږمکیو په واسطه اخستل شویي عکسونه او تر څنګ یې د ریسرچ او څیړنی هغه را پورونه چي نوی نوی را غبرګ شوی وه و ښوول شول . ددغي ناستی ډیر ه لږه برخه زما د یاداشت په کتا بچه کی پرته چی غواړم دلته یې یو ځل بیا په هما غه تو ګه و لیکم . البته ددی هریوه په هکله زه خپل نظر لرم چي دلته یې د مضمون د اوږدیدو په خاطر نه شم ځایولی. انشاالله په راتلونکي کي به په دې هکله تفصیل سره بحث و کړم.
+افغانستان د صنعتي زیرمو له اړخه د نړۍ یو د سترو سیالو هیوادو څخه دی . چي که چیري دغه زیرمي په صحیح تو ګه را و سپړل شي او کار ترې وا خستل شي نو د افغانستان هر ه زیرمه ددې هیواد د بیا بیا ا بادیدو ضمانت ورکوي . که څه هم په دې هکله وویل شو ل چي افغانستان د یورانیمو ستره زیرمه درلوده چي در وسانو لخوا غارت شوه او روسیې ته منتقل شوه .
+ د حاجی ګک غر په نړۍ کی ددویمی او پنځمی درجې تر مینځ د اوسپني تر ټولو لویه ذخیره لري.
+په لو ګر کي د عینکو مس یا د مسو کان په نړۍ کي تر ټولو ستره زیرمه جوړوي چي د افغانستان د څو ځله بیا ودانۍ له پاره پوره والی کوي .
+په پنجشیرکي د زمردو ، یا قوتو او بیرجو اونورو ارزښتناکه تیږو تر ټولو ستري زیرمي مو جود دي چي همدا اوس ضایع کیږي . او په ناوړه تو ګه تر ې یو شمیر وګړي ګټه پورته کوي
د یوه امریکایي پوه له وینا له مخي افغانستان په شرقی اسیا کي تر ټولو ستري طبیعيزیرمي لري . خو د ترانسپورت وسا یل او اسانتیاوي نه لري . نو که چیري د بین المللی په کار پوه کمپنیو سره د هغوی د استخراج په هکله قراردادونه و شي نو په دې ډاډمن یم چي ګران هیواد به ډیر ژر ددغه اقتصادي بد حالت څخه راووزي او خلکو ته به د کار د پیدا کیدو او بډای ژوند لاري په لاس ورشي
+ په ننګرهار ، پکتیا ، پکتیکا او همد راز په میمنه . مزارشریف ، شبر غان کي د ګازو او تیلو ستر ي ستري زیرمي مو جودي دي
یادونه :
د پخواني پادشاه ظاهرخان په وخت کي دافغانستان په شمال او جنوبی شرقي سیمو کي د تیلو او ګازو د تفحصاتو له پاره مختلفو کمپنیو کار پیل کړی و . په شمال کي امریکایانو غو ښتل په تفحصاتو کي برخمن شی خو د هغه وخت د روس د زبرځواک د مخالفت په اساس دغه کار و ځنډید. همدا راز د پکتیکا او خو ست په ولایتو نو کی د فرانسوي کمپنیو له اړخه د تفحصاتو کار پیل شوی و خو هغه هم د روسانو د سخت مخالفت سره مخا مخ شو . څر نګه چي هغه نظام هم ډیر بې کاره او د ګاونډیو په بسپنه ولاړ و نو دغه ستري پروژی هم هغه نظام تر سره نشوای کړای. که چیری په هغه وخت کي د فاریاب او د هغې په همسایه ولایتو نو کي دغه کار تر سره شوی وای نو اوس به د ترکمنستان د تیلو او ګازو د نل لیکي پر ځای د افغانستان نل لیکه نړۍ ته غځیدلې وای ځکه د ترکمنستان د تیلو او ګازو زیاتي زیرمي د افغانستان سره په سرحدي سیمو کي پر تې دي او اوس هم که افغانستان په دې هکله اقدام وکړي نو بې له شکه چي دغه زیرمي به دافغانستان د اقتصاد له پاره د ملا د تیر حیثیت پیدا کړي .
همداراز د پاکستان له اړخه د پکتیکا او خوست د ولایتو نو د سرحدی سیمو سره نژدی دتیلو او ګازو د استخراج کار په پراخه پیمانه روان دی نو که افغانستان یو ځل بیا هماغه پخوانۍ پروژی تر لاس لاندي واخلي نو د پا کستان پر ځای به افغانستان دخپلو زیرمو خاوند شي .
د افغا نستان دولت اوس ډیر زیات ملي او بین المللی امکانات تر لاس لاندی لري خو با کفایته اداره نلري . په کار ده چي ددولت مسولین د با کفایته ادارې په جوړولو کي د هیڅ ډول جوړښتونو نه کار وانخلي او اهل او په کار پوه کسان په دې لاره کي استخدام کړي
.
او اوس باید ددغه ستري پروژې د تکمیل په لاره کي چي کوم خنډونه موجود دي دولت دي په پوره ډاډ سره دغه خنډونه له منځه یوسي او دغه پروژه دي د بین المللي ملاتړ په واسطه د تکمیل مرحلې ته ورسوي.
د هغی ورځی په ارزو.
",د ترکمنستان د ګازاوتیلو د نل لیکو غځول ( دريمه برخه)
3403,عبدالله احسان,"
ښاغلی مېرزا علم حمیدي د عبدالحمید زوی د ۱۳۲۰لمریز کال د زمري دمياشتي پر شلمه نېټه د خوست ولایت د اسمعيل خېلو قوم دډډوالو په کلي کې زیږیدلی دی . لومړۍ زده کړې یې په ۱۳۳۳ کال کېد
ارواښاد ميرزاعلم حميدي ( ١٣٢٠ _ ١٣٨٤ )
ښاغلی مېرزا علم حمیدي د عبدالحمید زوی د ۱۳۲۰ لمریز کال د زمري دمياشتي پر شلمه نېټه د خوست ولایت د اسمعيل خېلو قوم د ډډوالو په کلي کې زیږیدلی دی .
لومړۍ زده کړې یې په ۱۳۳۳ کال کې د اسمعيل خېلو او مندوزیو په ښوونځي کې بشپړې کړي دي او د لوړو زده کړو لپاره کورنۍ ستونزو ورسره یاري نه ده کړې خو دکار پر مهال یې د هغه وخت د عصري ډبل انټري سیسټم د عمومي محاسبې او ادارې (Double entry general Accounting and Management) اتلس میاشتنی کورس په لشکرګاه کې لوستی دی او همدار نګه یې دوه ځلې په محاسبوي سیسټم کې د نویو بدلونونو د زده کړې درې میاشتني کورسونه هم پای ته رسولي دي .
ښاغلی حمیدي د سوداګرۍ وزارت تر رتبې هسک ( فوق رتبه) مامورو چې له خپل هیواد څخه تښتې ته اړ شو او اوس په هالېنډ کې د پردسۍ شپې سبا کوي .
د مېرزا علم حمیدي تر سره کړي دندې ، وختونه او ځايونه يې :
۱- سرطان ۱۳۳۵ - ثور ۱۳۴۲ د هلمند په لوی ریاست کې د افغاني ساختماني دستګاه «محاسب »
۲- جوزا ۱۳۴۲ - جدي ۲ ۱۳۵ په مالیې وزارت پورې اړوند د خیبر رستورانټ « د محاسبې مدیر »
۳- دلو ۱۳۵۲ - حوت۱۳۵۳ په فواید عامې وزارت رر په ایټالوي Sautiکمپنۍ کې چې د ایران سرحداودیشو ترمنځ یې داورګادي پټلۍ سروې کوله او دلارو ــ ډګرونو د لوی ریاست تر ادارې لاندې یې کار کاوه « د حسابي او اداري چارو امر »
۴- حمل ۱۳۵۴ - ثور ۱۳۵۷ په ایټالوي شخصي شرکت ( د کلیمډ شرکت) « دمحاسبې مدیر »
۵- ثور ۱۳۵۷ - قوس۱۳۵۷ په مالیې وزارت پورې اړوند د هوټلونو تصدۍ «لوی رئیس »
۶- جدي ۱۳۵۷ - حوت۱۳۵۹ په سوداګرۍ وزارت رر رر د کرهڼې صنایعو د پراختیا مرکز چې د جهاني بانک په پیسو او متخصصانو چلیده « د حسابي او اداري چارو امر »
۷- حمل ۱۳۶۰ - میزان۱۳۶۲ په سوداګرۍ وزارت رر رر د لاسي صنایعو د پراختیا اود صادراتو مرکز « رئیس »
۸-عقرب ۱۳۶۲ - قوس۱۳۶۸ په سوداګرۍ وزارت رر دافغان نیچي په نوم دافغانستان ــچاپان تجارتي شرکت « رئيس»
۹-جدي ۱۳۶۸ - حوت۱۳۶۸ په سوداګرۍ وزارت رر رر د کورنۍ سوداګرۍ « رئیس »
۱۰-حمل ۱۳۶۹ – جدي ۱۳۷۱ په سوداګرۍ وزارت رر رر د اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو د نندارتون «رئیس »
ښاغلي حمیدي د تجارتي چارو د پرمختیا او پراختیا لپاره هندوستان ، پاکستان، روسیې، اذربایجان، منګولیا، بلغاریا، چکوسلواکیه، هنګري، انګلیستان، فرانسې، ختیځ او لویدیځ المان او اووه ځلې جاپان ته رسمي سفرونه کړي دي .
خولکه څنګه چې وایې : «ځواني د زده کړو موسم دی . منځنی عمر د وړ اند، هوښیارۍ او پوخ والي دوران دی . له دواړوتېروموسمونو څخه د تجربو لاس ته راوړل د ژوند دریم پړاو دی . خو وړ اند ، هوښیاري او تجربې تر زده کړې اړینې او ارزښتناکې دي . همدا رنګه د حمیدي صاحب بل تلپاتې اړخ هم دده ادبي هلې ځلې دي ؛ لکه چې له دندو او زده کړو یې ښکاري که څه هم ده ادبیات نه دي لوستي خوتر کومه چې ښکاره ده نوموړي له څلویښتمو کلونو راهیسې د هیواد په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپلې لیکنې خپرې کړي دي ؛ دده ځینې سیاسي لیکنې د ډډوال، ښکارندوی او کلیوال په مستعارونومونوهم خپرې شوي دي او کله کله یې یو نیم شعرهم لیکلی او خپور شوی دی خوحمیدي صاحب د پښتو ادبي نثر په وده او بډایۍ کې ډیره ستره او ارزښتناکه برخه تر سره کړې ده چې تر اوسه یې پنځلس غوره اثار ( د سړي لار، ژوبڼ، د ټوکو خورجین، وری څنګه لېوه شو؟، بختوره پېشو، دوه مخي کسان، ژورې خبرې، د بریالیتوب لار، د زړې ادې کیسې، د کاڼي زړونه، د ملانصرالدین کچکول، چلباز، بدمرغه ټاپو، د بري راز . څو سیاسي خبرې او د افغانستان ودانول) چاپ او خپاره شوي دي خو نوموړی لا تر اوسه هم ځان لیکوال او شاعر نه بولي وایې چې :« زه یوازې په لیکوالو او شاعرانو پسې اوږي ټولوم . »
نوموړي د خپلو لیکنو او ژباړو« دخوږه یاد» په هکله وایې چې : « د جورج اروېل نامتو نړیوال اثر (Animal Farm) مې چې په کمونیسټی دیکتاتوري پورې یې ملنډې وهلي دي او د دوی ټګۍ ، برګۍ یې ډیرې ښې راسپړلي او په ګوته کړي دي او کټ مټ هماغسې وشول چې جورج اروېل یې په ١٩٤٥زېږديزکال کې وړاند وینه کړي وه ؛ پر افغانستان باندې د شوروي یرغل پر مهال د «ژوبڼ » په نوم و ژباړه او د ۱۳۶۷ په پسرلي کې مې په خپل ځانګړي لګښت چاپ او خپور کړ چې نه یوازې یې د هیواد پالوفرهنګیانو او لوستونکو له خوا داسې تود هرکل وشو چې مایې فکر هم نه و کړی بلکې د هغه مهال د لیکوالو اتحادې رئیس وتلی او نامتو لیکوال رهنورد زریاب او همدا رنګه د پېژندل شوي نامتو شاعر واصف باختري په مشرۍ یوه ډله فرهنګیان زما کور ته د مبارکۍ او شاباسي لپاره راغلل چې د دوی دغه هڅونه مې تر اوسه هم « د خوږه یاد» په توګه د زړه په تل کې ځای لري . »
د ارواښاد حميدي چاپ شوي اثار :
١ _ د سړي لار ١٣٥٧
٢_ ژوبڼ ١٣٦٨
٣_ د ټوکو خورجين ١٣٧٠
٤_ وری څنګه لېوه شو؟ ١٣٧٤
٥ _ بختوره پېشو ١٣٧٤
٦_ دوه مخي کسان ١٣٧٥
٧ _ ژورې خبرې ١٣٧٥
٨_ د برياليتوب لار . ١٣٧٨
٩ _ د زړې ادې کيسې ١٣٨٠
١٠_ دکاڼو زړونه ١٣٨٠
١١ _ د ملانصرالدين کچکول ١٣٨١
١٢ _ چلباز ١٣٨٢
١٣ _ بدمرغه ټاپو ١٣٨٢
١٤_ د بري راز ١٣٨٣
١٥ _ څو سياسي خبري او د افغانستان رغونه ( دغه کتاب دچاپ پر لاره دی )
يادښت :
ښاغلي حميدي لمړی خپل پنځلسم کتاب د( څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ) په نوم يادکړی و ،دا کتاب په بېنوا ويبپاڼه کښي چي ٤٦ سرليکونه لري ٤٦ پرله پسې ورځي د بېنوا ويبپاڼي له لاري خپور شو،کله چي ارواښاد حميدي په بېنوا ويبپاڼه کښي تر خپرېدلو وروسته د کتاب دچاپ پرېکړه وکړه دتيلفون له لاري يې راته وويل چي دکتاب د ليکوال ښاغلي کريم ميثاق سره يې تر مشورې وروسته کتاب ته د ( څو سياسي خبري او د افغانستان رغونه ) نوم غوره کړ .
ښاغلي حميدي د خپل وياړمن ژوند د پای د شېبو څخه پنځه ورځي مخکي يو فکس رالېږلی و چي بايد زنګ ورته ووهم ، خو کشکي دومره په بخت تکړه وای چي د ارواښاد سره مي يو ځل بيا خواله شوي وای !
دا چي خدای بخښلي حميدي به څه ويل غوښتل ، هغه يې له ځانه سره يوړل ، او زه به يې دا خاطره تر ډېره هېره نه کړای شم !
ښاغلی حميدي ( دوشنبه د ١٣٨٤ لمريزکال دغويي دمياشتي پر ١٢مه نېټۀ ) د زړه د ناروغۍ له کبله د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي آ ايم سي روغتون ( A.M.C. Amsterdam ) ته لاړ، سې شنبه يې د زړه لومړی او دوهم جراحي عمليات وشو ، او د همدې اوونۍ په وروستۍ ورځ نن ١٦ - غويي - ١٣٨٤ د جمعې دمبارکي ورځي سهار اووه بجې يې د ٦٤ کالو په عمر نور له دې نړۍ د تل له پاره سترګي پټي کړې ! ( روح دې ښاد وي )
",ارواښاد ميرزاعلم حميدي
3404,,"
د خدای بخښلي ميرزاعلم حميدي دجنازې مراسم يکشنبې د ٢٠٠٥ کال د می د مياشتي پر اتمه نېټه د ماسپښين د يوې بجې څخه تر دوو بجو پوري د هالنډ داتريخت په ښار کي ترسره کيږي .
په دې مراسمو کي به د خدای بخښلي حميدي وروڼه : حاجي علي مرخان ، حاجي ميردالي خان زامن : درمل حميدي ، شېرشا حميدي او پاڅون حميدي برسېره دارواښاد د کورنۍ غړي او دوستان ، په هالنډ کي مېشت افغان ليکوال فرهنګيان ، او فرهنګپال ، دجرمني ، بلجيم او يو شمېر نورو اروپايي هيوادونو څخه د افغاني ټولنو استازي ګډون وکړي .
ښاغلي پاڅون حميدي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د ارواښاد حميدي جنازه به راروانه چارشنبې د می دمياشتي پر ١١مه نېټۀ د جرمني دفرانکفورټ له هوايي ډګر څخه کابل ته ولېږدل شي چي د پنجشنبې سهار ( ٨٤ لمريز کال د غويي ٢٢مه ) د می دمياشتي پر ١٢مه به کابل ته ورسيږي .
ښاغلي پاڅون حميدي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي دوی به د ارواښادجنازه کابل ته د رسېدلو سره سمه د خوست ولايت پر لور ولېږدوي، چيري چي به راروانه جمعې ورځ د غويي دمياشتي ٢٣مه داسمعيل خېلو - ډډوالو په سيمه کي د جنازې د وروستيو مراسمو وروسته په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپال شي .
په هالنډ کي دجنازې مراسم :
د ارواښاد حميدي دجنازې مراسموکي دګډون کوونکو څخه هيله کيږي چي دراتګ پروخت له لاندنيو مالومات کار واخلي :
پته :
Wezerdreef 11 _ 3562 BC UTRECHT
نېټۀ اووخت : ( يکشبنه ( ٨ می ٢٠٠٥) ، د ماسپښين له يوې بجې څخه تر دوو بجو پوري - 13:00 _ 14:00 )
د مالوماتو له پاره :
په دغه ټيلفون شمېرو زنګ ووهئ :
0031630907958
0031617308384
لاندنۍ نقشه به ستاسو سره د لاري په پيدا کولو کي مرسته وکړي
Wezerdreef 11 _ 3562 BC UTRECHT ",د ارواښاد حميدي جنازه
3405,,"
١٣٨٤ د غويي ١٧مه
د كابل د عيدګاه جامع جومات مخې ته له غازي لوبغالي (سټوډيوم) سره څېرمه د لوى احمدشاه بابا عكس، نن شپه د ځينو ناپېژندويو كسانو له خوا څيرې كړل شوى دى.
احمدشاه بابا چې د افغان ملت ملي مشر او يوه ستره ملي څېره ده، د افغانانو په زړونو كې د يوه ملي شخصيت په توګه ځانګړى ځاى لري، خو نه ده څرګنده چې له دې كار څخه د ورانكارو موخه څه وه؟
پر دې خبرې د اطلاعاتو او كلتور وزارت څه غبرګون نه دى څرګند كړى، خو زيات خلك يې په غوسه كړي دي. ځينو كسانو خو د افغانستان په فرهنګي چارو كې د ولسمشر ځانګړي وزير زلمي هېوادمل سره هم اړيكي نيولي، خو نوموړي چې له دې واورېدل، څرګنده نه ده چې څه اقدام به كوي.
",د يوه ملي مشر انځور ولې څيرې كړل شو؟
3406,,"
١٣٨٤ - غويی - ١٧ ( کټوازی-سيول کوريا)
په سهيلي کوريا کي دافغانستان سفارت خبرتيا
دګرانو وطنوالو څخه غوښتنه
ګرانو لوستونکو دجنوبي کوريا سره دافغانستان ديپلوماتيک اړيکي دزيږديز کال ١٣٨٣ لمريز کال کي جوړ شوي،اواوس زمونږ او ستاسو په ګډ کور درې رنګه ملی بيرغ رپيږي . لکه څرنګه چه پخوا دافغانستان نمايندګي په دې هيواد کی نه وه نو په دې اساس ددې هيواد وګړو دافغانستان دلرغوني تاريخ او کلتور په هکله ډيرکم معلومات لري . ددې هيواد نړيوال کلتوری مرکزاو يو شمېر نورو لويو پوهنتونو دافغانستان له سفارت څخه غوښتنه کړې چه دافغانستان دتاريخ کلتور،ژبو،،ادب اودنورو ګتورو معلوماتو په ورکړه کښي ورسره کمک ووکړي ترڅو دافغانستان دا وياړلی زوړ تاريخ او کلتور ددې هيواد وګري ووپيژني. دهغو ټولو په وطن مينو بااحساسه وروڼو چه په بهرنيو هيوادونو کي ميشت دي دزړه له تله هيله کیږي چي که په دې اړوند په انګليسي ژبه کتابونه ،یا نور داسي معلومات لري له مونږ سره يې شريک کړي،زه هيله لرم چي ستاسي ملي احساس به زمونږ او ستاسي دخپل کلتور په پيژندګلوۍ کي لويه ونډه اداکړي . دسرلوړي،یو موټي ،هوسا ،او لوی افغانستان په هيله .
پتي دادي :
Afghanistan Embassy 27-2, Hannam-Dong
Yongsan-Gu,Seoul 140-210 Republic Korea
katawazai2002@yahoo.com
",د وطنوالو څخه غوښتنه
3407,,"
١٣٨٥کال د غويي ١٧مه
کابل: د کابل په زړه کې د يوې سختي چاودني په ترڅ کې لږ تر لږه درى کسان نن مازيګر ناوخته ووژل سول او څو نور ټپيان دي. مالومه نه ده چې د نوي ښار پارک ته مخامخ په انټرنټخوني کې چاودنه ځانمرګي وه او که کوم چا په لاسي بم بريد ترسره کړ. ويل کېږي چې د چاودني په مهال درى بهرنيان هم په انټرنټخونه کې ناست وو. د مړو سوو کسانو پېژندنه تر اوسه نه دي سوي او د پېـښي سيمي اوس د پوليسو لخوا ساتل کېږي چې څوک ورته نه پرېږدي. داسي ويل کيږي چې يوه کس چې پر منځ کې دوه ځايه سوى کيداى سي ځانمرګى بريد ترسره کړى وي خو د پېښي په ځاى کې نور شاهدان بيا د لاسي بم د بريد خبر ورکوي. ټپيان د پېښي ځاى ته نږدې د کابل بيړني روغتون ته لېږدول سوي. ",په کابل کې په شکمن ځانمرګي بريد کې درى تنه ووژل سول
3408,,"
",
3409,,"
١٧ د غويی
د هاليوډ سينما وتلې ستوری او د ملګرو ملتونو استازې انجلينه جولی د نړيوالې ټولنې څخه درې مليونه پاکستان ميشتو افغان کډوالو ته د مرستو د لا زياتولو غوښتنه کړی.
د رويټر خبري اژانس رپورټ ورکوی چې انجلينه جولی پاکستان ته په يوه څلور ورځني سفر تللی چې په ترڅ کې يې د افغان کډوالو له پنډ غالو څخه هم ليدنه کړی.
آغلی جولی د پاکستان ميشتو افغان کډوالو په حال خواشيني څرګنده کړي او د روزنې په برخه کې يې له افغان کډوالو سره د مرستواندازه لږه بللې ده.
آغلی جولی وايي چې د افغانستان بيا رغونې ته پام لرنه لا ډېره اړينه ښکاري تر څو افغان کډوال وطن ته د ستنيدلو لپاره وهڅول شي.
",دافغان کډوالو لپاره د مرستو د زياتولو غوښته
3410,,"
١٧ د غويی ١٣٨٤
د پلازميني کابل نه دباندې په ولايتونو او د کابل د ولايت په ولسواليو کې د حکومت د واک د غښتلي کولو په غرض امنيتي ځواکونو او د ولسواليو چارواکو لپاره د جوړو شوو ودانيو پرانيستل پيل شوي دي.
لومړنۍ ودانۍ نن ولسمشر حامد کرزي د کابل په جنوب د لوګر د محمد آغې په ولسوالۍ کې پرانيستله.
ښاغلي کرزي وويل د حکومتي ودانيو د جوړولو پروژه د دې لپاره ده چې په هيواد کې دثبات او د خلکو د خدمت لپاره زمينه برابره شي.
د دغو ودانيو د جوړولو پروژه په ٢٠٠٣ کال کې پيل شوی وه، چې تر مخه به يې د دې هيواد په مختلفو برخو کې د درې نيم سوه نه زياتي ورته ودانۍ جوړيږي.
",په لوګر کې د حکومتي ودانيو پرانيستنه
3411,,"
ملي نغمې
افغان فرهنګي ټولنه وياړي چى دخپلوهڅو په لړ كى داځل دځوان شاعر عبدالمجيد افغانيار دشعرونود نوى ټولگې (ملي نغمى) چى تازه له چاپه راوتى مخ كتنه وكړي، ملي نغمې دافغانيار دانقلابي او حماسي شعرونوټولګه ده چى دادب او شعر مينه والو ته يي وړاندي كوي، افغان فرهنګي ټولنى هوډ كړى چى دخپلو غونډو په لړ كى داځل د(ملي نغمى) كتاب مخ كتنه هم وكړي، چى له امله يي دادب او شعر ټولو مينه والو ته خبر وركوي چى په دغه پرتمينه غونډه كى ګډون وكړي.
افغان فرهنګي ټولنه
",دافغاني فرهنګي ټولني
3412, تفاهم نهضت اروپايي شورا,"
١٣٨٤ د غويي ١٨مه
په ډېره ژوره خواشيني موخبرترلاسه کړچي دافغانستان يوه وتلى ليکوال،څيړونکى اوله بهرنيواثاروڅخه يوډيرحساس اوخوږژبى ژباړونکى ميرزاعلم حميدى دجلاوطنۍ اوپرديسى په روان روح وژونکي ژوند کي له دې نړۍ څخه سترګى پټي کړې . ميرزاعلم حميدي په پښتو ژبه کي دلنډوکيسويووتلى ليکوال اودبهرنيو سياسي،ټولنيزواوژورواخلاقي محتوى درلودونکو داستاني اوطنزى اثاروډيرحساس ژباړونکى و.
اروښادحميدى تل هڅه کوله چى هم په خپلوليکنوکى اودژباړى دپاره په غوره شوواثاروکى زموږدوطن ځوان اوپاخه نسلونه داحساساتوله دنيا څخه لرى،دليرليدنى اوژورى کتنى په لور راوبولى.ارواښادحميدى دژوبڼ ډير نامتواثرپه همدې هيله په ډيره روانه خوږه پښتوژبه وژباړه
دجلاوطنى اوپرديسى روح وژونکى ژوندزموږدځپل شوى هيواديوپوخ نسل په خپلو زوروونکومنګلوکى را ښکيل کړ،ډيرڅه ئي رانه واخيستل اودادى هره ورځ وينوچى نومونه موخاوروته ځى. دارواښادحميدى خوږې هيله مندې ژبې اوهميشنۍ موسکا خوداسى ښوده چى دده حساس زړګى به ډيرژردزمانى له دغه درانه پيټى لاندى رانشى.خوڅوک پوهيدل چى د هغه په زړه څه تيريدل،دجلاوطنى دوژونکى ژوند اودزمانې ناخوالو دهغه پرهيله من زړه پټ ګوزاروکړ. افغانانوپه خپل وطن کى دسرطان اوقلبى ناروغيوډيرلږڅه پيژندل، خود زمانى نارواوو د افغان ولس حساس زړونه له سختوناڅاپى دريدونوسره مخامخ کړل.ارواښادميرزاعلم حميدى په همدې لړۍ کى زموږ څخه ولاړو.خداى دې وبخښى.
په اروپاکى دتفاهم نهضت شورادخپلوغړواومينه والو په استازيتوب پداسى حال کې چى داروا ښادميرزاعلم حميدى له وخته مخکى مړينه زموږدوطن په خلکواوسياسى،ټولنيزواوفرهنګى کړيوکى يوه ستره تشه بولى دده کورنى،دوستانواودده ډيروخوږوليکنواوژباړومينه والوته دزړه له کومى تسليت وړاندى کوى.ارواښادحميدى له دنيا څخه سترګى پټى کړى خوهغه زموږدوطن يوداسى وتلى سياسى،ټولنيزاوپيژندل شوى فرهنګى شخصيت دى چى نوم اويادبه ئي تل پاته وى.
دتفاهم نهضت د اروپائي شورا له خوا
", ( څوک پوهيدل چى د هغه په زړه څه تيريدل)
3413,انځورګر - کابل,"
١٣٨٤ غويی ١٨مه - کابل
(نوى به تاريخ د پاني پت او اصفهان كړو...)
د غويي پر اتمه نېټه چې په كابل كې مجاهدينو د خپل بري ورځ لمانځله هماغه شپه د طلوع ټلويزيون له لارې د ځوان سندرغاړي خالق عزيز يوه ملي ترانه خپره شوه، چې (لوړ به دې نښان كړو) يې په منځ- منځ كې تكراروله. دا سندره پخوا تصويري نه وه، لكه څنګه چې ښكاري په دې وروستيو كې انځوريزه شوې ده.
د دې ترانې په يوه بيت كې راغلي چې (نوى به تاريخ د پاني پت او اصفهان كړو...)
خو اوس چې دا سندره په لسګونو ځله خپره شوې، تر دې وروسته يې دغه بيت ورڅخه ايستل شوى دى. دغه راز يې د افغانستان په ملي راډيو ټلويزيون كې يې له ثبتولو (ريكارډ) څخه انكار شوى او دا كار يې د افغانستان د ګټو خلاف كار ګڼلى دى.
د طلوع ټلويزيون كاركوونكي وايي چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكو ورته ټليفون كړى و او په ټينګه يې ترې وغوښتل چې دا بيت دې له دې ترانې څخه ځكه وباسي، چې ځينې نژدې هېوادونه به له دې وزارت څخه خپه شي، دا ځكه چې دوى ورسره ډېر نژدې روابط لري.
خو په كابل او ځينو شاو خو سيمو كې ځينې خلك پر دې كار سخت په غوسه دي. عبدالله احمدي چې د كابل په سراى شمالي كې استوګنه كوي وايي:
دغه وزارت چې اوس يې نوم (وزارت اطلاعات، فرهنګ و توريزم) شوى، په خپل نوم كې د ګرځندوى پر ځاى توريزم ليكي، ځكه چې ګرځندوى پښتو نوم دى، حال دا چې دلته پخوا موږ د ګرځندوى په نوم يو مستقل رياست درلود، اوس چې دغه رياست په دې وزارت كې منحل شوى،نو تاسې وينئ چې د دې وزارت چارواكي انګرېزي تر پښتو غوره ګڼي.
نوموړى د دې ترانې په باب زياتوي:
په دې ترانه كې زموږ د ملي مشرانو د كارنامو يادون شوى دى، ليرې كول يې پر خپل ملي تاريخ باندې خاورې اړول دي. زه په خپله دا كار په كلكه غندم او له نورو كلتورپالو ځوانانو څخه غواړم چې په دې باب دې اقدام وكړي.
اسمعيل بهين چې يو ځوان ادبپال دى، وايي:
موږ له كلتور وزارت څخه پخوا هم ښه خاطره نه درلوده اوس يې هم نه لرو، دغه وزارت قصداً او عمداً داسې كارونه كوي چې زموږ ملي كلتور ته سخت په تاوان دي. مثلاً صبا مجله كه د احمدشاه بابا كارټون چاپوي او سپكاوى يې كوي، هېڅ هم ورته نه ويل كېږي، آن چې همدغه وزارت يې قصداً پر كارونو سترګې پټوي، كه افتاب غوندې جريده د اسلام سپكاوى كوي، په خپله وزير (مخدوم رهين) ورته د تېښتې امكانات برابروي، خو دلته بيا كه زموږ ملي وياړنې يادېږي، وزارت پرې سترګې پټوي.
لكه څنګه چې تېره ورځ د كابل په عيدګاه سيمه كې د لوى احمدشاه بابا يو لوى انځور د شپې له خوا څيرى كړل شوى او اوسپنيزه لوحه يې هم د موټر په مرسته شكول شوې ده، په دې باب تر اوسه پورې چارواكو كوم غوڅ غبرګون نه دى ښوولى، په زياتو ولايتونو كې ځوانو كلتورپالو پر دې كار سخته غوسه ښكاره كړې ده. چې د كلتور وزارت له وروستي اقدام سره يې يو څه تړاو ويني. خو څرګنده نه ده چې د جګپوړو چارواكو غبرګون به څه وي؟. خو كتونكي اټكل كوي، چې دا كار به ډېر سخت غبرګونونه راوپاروي او افغان اديبان به ډېر په غوسه شي.
",د اصفهان فتوحات دې نه يادېږي!
3414,,"
١٨غويى ١٣٨٤
کابل: نن په پلازمينه کابل کې د اوه سوو شاوخوا د اساسي قانون او بېړنۍ لويو جرګو استازي سره غونډ دي چې له ولسمشر حامد کرزي سره په افغانستان کې د اوږدمهالو امريکايي اډو جوړولو په اړه سره سلامشورې وکړي. دا ستره غونډه د امريکا متحده ايالاتو ته د کرزي له ټاکل سوي سفر څخه مخکې جوړېږي تر څو هلته دواړه خواوي په دې اړه کومي پرېکړي ته چمتو واوسي. خو په ارګ کې راټول سوي استازي به پرېکړي نه کوي، بلکې يوازي به سلا و مشورې سره شريکوي.
",لويه جرګه نن په هېواد کې پر اوږدمهالو امريکايي اډو خبرې کوي
3415,,"
",
3416,,"
د غو يي ١٨ مه، پژواک خبري آژانس،
په خوست کې د ښځو چارو رياست ته دښځو چارود وزارت له خوا ديو رسمي لېږل شوي مکتوب په ځواب کې ليکل شوي چې، که په فارسي مکتوبونه ونه ليکي ،نو وزارت به ددوى وړانديزونه، منظور نه کړي .
خو دښځو د چارو وزارت چارواکي وايي چې، دا مکتوب دنوموړي وزارت د اسناد او ارتباط د رياست له ولاياتو سره د اړيکو د پخوانۍ مسؤولې لخوا لېږل شوى و او په وزارت پورې اړه نه لري.
په خوست کې دښځو چارو د رياست دښوونې او روزنې دمديرې عابدې پر وينا، د دې مکتوب په لاندينى جمله کې ليکل شوي: (( چون مامورين مسلکى ما به لسان پشتو بلديت ندارند، خواهش ميکنيم که من بعد فارسى واضيح و متصل ارسال نماييد تا اجراات لازمه صورت بگيرد.)) خو هېڅ جوته نه ده چې، کوم مسلکي مامورين ، دکوم وزارت يا دکوم رياست ؟
د اساسي قانون په ١٦ مه ماده کې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې پېژند ل شوي دي.او دخوست ولايت اوسېدونکي په خټه پښتا نه او په پښتو ژبه خبرې کوي.
د مېرمنې عابدې پر وينا ، نوموړى مکتوب د وري په ٠ ٢ مه نېټه دوى ته لېږل شوى و.
د ښځو د چارو د وزارت چارواکي وايي چې، انيسه زماني له دوه و اونيو راهيسې په نوموړي وزارت کې کار نه کوي، خو زماني د مکتوب د لېږلو په وخت په نوموړي وزارت کې کار کاوه.
د خوست دښځو چارود رياست د ښوونې او روزنې مديرې پژواک آژانس ته وويل: (( په متن کې زموږ د لېږل شوي مکتوب مطلب او د وزارت له خوا د مکتوب متن په يوه کرښه کې راغلى چې ،مطلب نه ترې اخيستل کېږي .))
مېرمن عابدې زياته کړه چې، د خوست د ښځو دچارو درياست په مکتوب کې درې مياشتينى رپوټ ليکل شوى و چې، په کې درياست دبېلابېلوڅانګو ستونزې اوغوښتنې شاملې وې.
عابدې څرګنده کړه چې، په رالېږل شوي مکتوب کې ډېرې املا يي او انشايي تېروتنې دي چې، د وزارت د کار کوونکو لپاره چې، ځانونه مسلکي هم بولي د پام وړ خبره ده .
عابدې زياته کړه چې، فکر کوي د وزارت مامورين تر اوسه د فارسي او دري په مفاهيمو نه پوهېږي لکه د(( واضح)) کلمه کې يې چې (( ي))زياته کړې ده او( واضح يې واضيح) ليکلى دى .
د عابدې له وينا سره سم، دنوموړي مکتوب په پاى کې دښځو د چارو وزارت د اسناد او ارتباط له لوري د ولاياتو سره د اړيکود مسؤولې انيسې ( زماني) لاسليک شوى دى .
خو د ښځو د چارو وزارت د نشراتو رئيسې نوريه حق نګر پژواک ته په ټېليفوني کرښه وويل چې، د انيسې زماني دا کار، قصدي و .
دې زياته کړه: (( وى اين کار را شخصى انجام داده است و از وزارت زنان نماينده گى نمى کند.))
حق نګر وايي چې ، انيسه زماني له دوه و اونيو راهيسې په نوموړي وزارت کې کار نه کوي.
پژواک له مېرمن انيسې زماني سره څو ځله د دې تورونو په اړه د اړيکو د ټينګو لو هڅه وکړه، خو نوموړې يې پيدا نه کړاى شوه.
د خوست د ښځو چارو د رياست يوې بلې کارکوونکي ٣٥ کلنې نسرين پژواک ته وويل چې، په فارسي ژبه دومره نه پوهېږي چې، مکتوب پرې وليکلى او نه د هېواد اساسي قانون دا اجازه کوي چې ،رسمي مکتو بونه دې يوازې په فارسي وليکل شي .
(د پژواک خبري اژانس څخه په مننه )
",که په فارسي مکتوبونه ونه ليکئ ،نو وزارت به مو وړانديزونه ونه مني
3417,عارف خزان - ماسکو,"
١٣٨٤ د غويي ١٨مه ( ماسکو )
په ډيري خواشني سره مي خبر تر لاسه كړ، چې زما پخواني دوست او ملګري، د هيواد نامتو ليكوال، شاعر، فرهنګي، ټولنيز او سياسي شخصيت، ميرزا علم حميدي، د پرديسۍ په تريخ چاپيريال د هالنډ په هيواد كې له دي نړۍ څخه سترګي پټي كړي.
زه د خپل دغه مهربانه دوست د مړيني د خبر په اوريدو سره، دومره غمجن شوم، چې كولاي مې نه شو، څو كرښې د تسليت په نوم د هغه كورنۍ، دوستانو او د هيواد فرهنګې كړيو ته وليكم.
د ميرزاعلم حميدي، مړينه زموږ د هيواد د فرهنګي- معنوي زيرمي لپاره ځكه يوه ستره ضايعه ده، چې هغه په خپلي پراخي حوصلي او نه ستومانه كيدونكو هلو ځلو سره كولاي شول، لا ډير څه له بهرنيو ژبو څخه وژباړي او زموږ د ژبي او فرهنګ پانګه نوره هم ور باندي غني او بډايه كړي.
له بده مرغه، اوس چې هغه زموږ په مينځ كې نشته او پرته له مخه ښي له ټولو دوستانو څخه په ابدي سفر لاړ، د هغه اروا دي تل خوشاله او ښاده وي؛ د هغه يادونه به زموږ په زړونو، فكرونو او د هيواد په ادبي تاريخ كې د تل لپاره تل پاتي وي.
عارف خزان
مسكو
د ۲۰۰۵كال د مۍ ۸مه نيټه
",د ميرزا علم حميدي د مړيني له كبله د تسليت پيغام
3418,حبيب الله غمخور - سويډن,"
١٨ د غويي ١٣٨٤ سويډن
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگي ټولني دغمشريکۍ پيغام !
ديوه ليکوال دغم کمبله لا ټوله نه وې چي دبل غم او ويردناستي لپاره په بل ځاي کښي دپښتو ژبي او افغاني فرهنگ مينه وال او له هيواد نه ليري افغان مهاجر په سرو اوښکو سره راټوليږي .
دارواښاد ف فضلې جنازه لا دخلکو پر اوږو وه ، چي دهغه استاد پلار صاحب له هيواد والو نه دتل لپاره دخداي په امانۍ ږغ وکړ، افغانانولا دخپل وياړلي ټاټوبي له دغې وتلي څيرې دتل لپاره د تگ په وير نه وه سره راټول شوي ، چي له کاناډانه بل وتلي او پيژندل شوې ادبي شخصت له دغه نړۍ نه سترگي پټي کړې ،دهغه په وير او غم لا دافغانانو په سترگو کې وښکي نه وې وچي شوي او له هغه سره ورستۍ خداي په اماني سرته نه وه رسيدلې چي زموږ دغمځپلي هيواد بل ليکوال او ژباړونکي ښاغلي ميرزاعلم حميدي صاحب ته زړه جواب ورکړ او دغي نامردي ناروغۍ حميدې صاحب هم له موږ نه دابدي کور ميلمستون ته بوتلۍ او موږ ټول ئې يو ځل بيا دغم پر لمڅي کښينولو .
بلي ! دا دغم او وير خبر مو دروان کال ۱۳۸۴ دثور د مياشتي پر شپاړسمه نيټه تر لاسه کړ چي ارواښاد ميرزا عالم حميدي دورپيښي شوي د زړه دناروغۍ له کبله دهيواد والو او خپل فرهنگي چوپړ له مينه والو څخه رخصت شو.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد حميدي صاحب پدي ورستيو کښي دخپل ژوند زياته برخه چي نږدي څلويښتو کالو ته رسيږي په پښتو ژبه ليکنو او ژباړنو ته ډالۍ کړې وه ، هغه که څه هم ادبيات نه وه لوستي ولي دهغي علاقي له مخي چي دپښتو ژبي له ادبياتو (نثرونو ،داستانونو ،شعرونو) او نورو ليکنو سره يې لرل دزيات تلاښ او زحمت په پاله کښي وتونيدلاي شو تر پنځلسو زيات قلمي اثر او ړباژني دپښتو ژبي او افغاني ادب مينه والو ته ډالۍ کړي .
دارواښاد ميرزاعالم حميدي هر ه ليکنه د پښتو ژبي په فرهنگي جونگړه کښي خپل ځاي او ارزښت لري ،خو دنامتو ليکوال جورج اريل ناول چي د(( ژوبڼ )) په نامه دارواښاد حميدي لخوا له انگيسي ژبي نه په پښتوته وژباړل شودفرهنگيانو او ادب مينه والو په منځ کښي دهغه دنوم او شهرت سره زياته مرسته وکړ ه ، ددغه ناول ژباړنه او چاپ چي دمرحوم په شخصي لگښت تر سره شودټولو فرهنگيانو لخوا زيات استقبال شو .
حميدي صاحب چي څومره خپلې ژبي او فرهنگ ته وفادار و په هغومره اندازه يې دخپل ولس او هيواد سره مينه لرل ،هغه دافغان ولس دټولنيز ژنددسمون او هيواد داقتصادي ښيرازۍ په لاره کښي تر څلويښتو کالو زيات خپل خوږ عمر دغه انساني هدف ته درسيدو په لارکښي ډالۍ کړی چي کله کله دوخت د جبارانو دتورو زندانو ميلمه شوۍ هم دئ .
موږ پداسي حال کښې چي دمرحوم حميدي مړينه دهيواد والو او افغاني فرهنگي جونگړي لپاره ستره ضايع بولو دلوي څښتن له دربار نه دمرحوم حميدي لپاره دبخښي اودهغه دفاميل ټولو غړو دوستانو او فرهنگي مينه والو ته دصبر غوښتنه کوو.
روح دې ښاد وي
دټولني دمشر تابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
",حبيب الله غمخور ( دا د غم دپاسه غم دی )
3419,عبدالله احسان - هالنډ,"
١٨ د غويي ١٣٨٤ هالنډ – عبدالله احسان
د تکړه ليکوال او خوږژبي ژباړونکي ارواښاد ميرزاعلم حميدي د جنازې لومړي مراسم نن يکشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي دمياشتي پر ١٨ نېټۀ د هالنډ د اوتريخت په ښار کي ترسره شوه .
نن غرمه د هالنډ په وخت دوولس بجې د ارواښاد حميدي د کورنۍ ښځينه غړو او يو شمېر دوستانو د خدای بخښلي حميدي سره وروستۍ ليدنه دامستردام په ( AMC) روغتون کي ترسره کړه ، د هغوی پاک روح ته يې دعا وکړه او دوې بجې د ارواښاد جنازه د روغتون څخه دهغوی د کورنۍ د غړو له خوا د اوتريخت ښار د اوفرفيخت جماعت ته ولېږدول شوه .
د ارواښاد پاک روح ته د دعا او وروستۍ مخه ښې په دې مراسمو کي پر هالنډ مېشتو افغان ليکوالو اديبانو ، فرهنګپالو او د ارواښاد د کورنۍ د غړو او دوستانو برسېره په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور ، په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر ښاغلي رحمت ګل ځواکمن ،په بلجيم کي د افغانستان د پوهاوي ، مرستي اوپيوستون ټولني مشر ښاغلي نجيب احمدزي ، او د نوموړو ټولنو د يو شمېر غړو ترڅنګ د خدای بخښلي حميدي خواخوږو دوستانو د هالنډ د بېلابېلو ښارونو او همدا ډول داروپا د نورو هيوادونو څخه ګډون کړی وو .
ديادوني وړ ده چي په امستردام ( AMC) روغتون کي د زړه د جراحۍ د څانګي کارکوونکي ښاغلي ډاکټر سيدنصير احمد چي د ارواښاد حميدي په درملنه کي يې برخه لرله او په روغتون کي يې د ارواښاد په لومړۍ ورځ د هغه د ژوند وروستي مجلسونه کړې وه هم په دې مراسموکي ګډون کړی و .
په سلګونو تنو افغانانو د ارواښاد حميدي د جنازې په لمانځه کښي چي په يوه غټه مسجد جامع کښي ترسره شو برخه واخستله .
د جنازې تر لمانځه وروسته د ښاغلي قاري عزيز له خوا دقرآن عظيم الشان څو مبارک ايتونه وويل شوه ، او د ارواښاد حميدي پاک روح ته د دعا لاسونه پورته شوه ، ورسته ښاغلي ډاکټر خوشال روهي د ارواښاد حميدي ژوند ليک واوراوه ، او د هغه د ژوند او اثارو په اړه يې رڼا واچوله ، تر دې وروسته ليکوال او شاعر ښاغلي سلېمان لايق د ارواښاد حميدي د ژوند په اړه څو لنډي خبري وکړې او دهغه روح ته يې د دعا لاس پورته کړ تر دوی وروسته د دري ژبي ليکوال ښاغلي کريم ميثاق چي د انګليستان څخه دې مراسمو ته راغلی و د ارواښاد حميدي په اړه څو خبري وکړی ، ورپسې د ارواښاد ميرزاعلم حميدي د کورنۍ له غړو څخه ښاغلي ډاکټر اضغر خېل د خدای بخښلي حميدي دژوند اړه څو خبري وکړې، ددوی روح ته يې د دعا لاس پورته کړ ، هيواد ته د ارواښاد حميدي دجنازې د ليږدولو په اړه يې وويل :
د ارواښاد حميدي جنازه به راروانه چارشنبې د می دمياشتي پر ١١مه نېټۀ د جرمني دفرانکفورټ له هوايي ډګر څخه کابل ته ولېږدل شي چي د پنجشنبې سهار ( ٨٤ لمريز کال د غويي ٢٢مه ) د می دمياشتي پر ١٢مه به کابل ته ورسيږي .
هغه وويل چي : د ارواښادجنازه به کابل ته د رسېدلو سره سمه د خوست ولايت پر لور ولېږدوي، چيري چي به راروانه جمعې ورځ د غويي دمياشتي ٢٣مه داسمعيل خېلو - ډډوالو په سيمه کي د جنازې د وروستيو مراسمو وروسته په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپال شي .
نوموړي د ارواښاد حميدي په وير کي د يوه کوچني شعر تر ويلو وروسته د ټولو ګډون کوونکو د راتګ، په دې مراسمو کي دبرخي اخستني او خواخوږۍ ښودلو څخه مننه وکړه .",په هالنډ کي د ارواښاد حميدي د جنازې لمونځ وشو
3420,حبيب الله غمخور - سويډن,"
١٩- غويی - ١٣٨٤
ژباړن : حبيب الله غمخور - سويډن
دامريکا د نيوادا په ښار کې دنوي برېښنا يي موټر جوړونکي هيله لري چي ددغه برېښنايي موټر په وسيله به په نړۍ کي د پخواني بريښنايي موټر د سرعت ريکارډ مات کړي .
دانوی برقي موټر چي روښانه ژړ رنگ لري اوږدوالۍ يي لس متره دۍ د ABB emotion په نوم نومول شوی دی .
اب ايموشن به دلمړي ځل لپاره دمځکي پر مخ دلوړ سرعت هغه ريکارډ چي په يوه ساعت کښي ٣٩٤ کيلو متره و مات کړي .
ددې نوي برېښنايي موټر جوړوونکي پدې باور دي چي دامو ټر به وکولاي شي دلمړي ځل لپاره په يوه ساعت کې ٤٨٣ کيلومتره واټن ووهي .
",نوی موټر په ساعت کي ٤٨٣ کيلومتره واټن وهي
3421,,"
",
3422,ژباړه: محب الله اسحاقي,"
د جګړې په ډګر كي د ژورنالسټانو حالت له جنګياليو سره څه توپير نه لري. له دويم نړيوال جنـګ څخه بيا د افغانستان تر اوسنۍ جګړې پوري نه يوازي دا چي په وسلو كي بدلون راغلى دى، بلكي د ژورنالسټانو په ژورنالسټيكي آلاتو كي هم ژور بدلون ترسترګو كيږي. مخكي به ژورنالسټانو د قلم او نوټونو په ذريعه د جګړې د ډګر حالات خوندي كول، اوس سټلايټ ټليفون، پام ټاپس او نويو ډجيټل كېمرو باندي دا كار ترسره كوي، دا ټول وسايل په ځانګړې توګه د ژورنالسټانو لپاره ډيزاين سوي دي او دومره مختصر دي چي ټول په يوه غوټه كي ځايېږي. ژورنالسټانو ته د جګړې د ډګر د خبررسولو لپاره ځانګړې روزنه وركول كېږي، دغه ټول آلات په دې وروستيو كي د كوساوو په جګړه كي وكارول سول، خو له اوسنيو شرايطو سره سم نور مختصر آلات هم جوړ سوي دي. په افغانستان كي د اوسنۍ جګړې پر مهال ژورنالسټانو له دغو حالاتو څخه كار اخيست او خپلو ورځپاڼو او ټلويزيوني كانالونو ته يې نوي خبرونه او انځورونه لېږل.
""دي ټايمز"" لندنۍ ورځپاڼي په خپلو وروستيو ګڼو كي د"" ګايلزوېگټل"" يو ګزارش خپور كړ، چي په هغه كي د افغانستان په جګړي كي د ژورنالسټانو له خوا د جګړې د راپورونو لپاره د نويو كارول سويو وسايلو تفصيل ښودل سوى و او دا يې ويلي وو چي ژورنالسټان د نړۍ په يوه ستونزمنه سيمه كي خپله دنده په څه ډول ترسره كوي؟!
""ګايلز"" په خپل راپور كي ليكي:
""اوس د سهار څلور بجې دي، هرې خوا ته تياره خپره ده، مخامخ سړك كنډو كپر پروت دى او د تلاښۍ پوستې هم ورانې دي، كېدى سي د طالبانو تر وتلو وروسته تاسو له لومړنيو كسانو څخه واوسئ چي دلته راورسېږئ او خبرونه ترلاسه كړئ، كه تاسي د برقي سامانونو په رانيونه كي لېوالتيا(علاقه) نه لرئ، نو تاسي به دلته په (كابل) كي له ځينو ستونزو سره لاس و ګرېوان سئ.ستاسو د پام ټاپ كمپيوټر او د لاسي سټلايټ ټليفون بټرياني به ډېري كمزوري سوي وي، ځكه چي وروستى كارنده جنراټور په مزارشريف كي و، خو تاسي به بيا هم ډاډه ياست، ځكه، كله چي لمر د افغانستان پر ورانه سوې پلازمېنه راوخېژي، نو ژورنالسټ خپل A.4 سايز سولر پينل ( له لمر څخه د برېښناي توليدوونكې دستګاه) راباسي، چي120 اسټرلنګ پونډه بيه لري. د لمر په وړانګو چلېدونكي دغه پينل په وسيله پام ټاپ كمپيوټر چارج اخلي، او كار پيلوي.
د يوه پرنټ راپورټر (چاپي رسنيو ته ګزارش وركوونكى) په توګه زه د غربي ورځپاڼو د ژورنالسټانو په دغه ""پوځ"" كي ګډ يم، چي د شمالي اتحاد تر ولكې لاندي سيمو كي پلى سفر كوو، تاسي هم له دې څخه نه سئ بېلېدى، ځكه چي تاسي له دې پرمختلونكي پوځ سره ياست، د افغانستان او برټانيې ترمنځ د اوو ساعتونو توپير دا مانا لري چي ستاسو وروستى راپورونه له چاپېدو څخه لږ څه مخكي مركز ته وررسېږي او ورځپاڼه به تر څو دقيقو وروسته د لوستونكو لاسته ورسېږي.
په تېرو كلونو كي عكاسانو او د ټلويزيون كاركوونكو تر استعمال لاندي آلاتو حجم د ټكنالوژي له پرمختګ سره يوځاى كميږي، اوس دغه خلك له كړاوجنو او ستونزمنو سيمو څخه خبرونه او انځورونه ژر لېږلاى سي، ددې ترڅنګ يې د سامان آلاتو حجم تر يوي كوچنۍ كڅوڼي راټيټ سوى دى، د غربي هېوادونو ژورنالسټان هغه مهال چي د افغانستان په بېلابېلو سيمو كي د روسي پوځونو بريدونه روان وو ورغلي وو، هغه وخت ډېرو ژورنالسټانو د ترانسپورټ اسانتياوې هم نه درلودې او په پلي توګه به يې سفر كاوه او د دوى رالېږل سوي راپورونه به د ورځپاڼو دفترونو ته تر يو مياشتني ځنډ وروسته رسېدل، اوس وخت ډېر لنډ سوى دى او ژورنالسټان خبرونه په لنډه موده كي لېږي"".
د ""دي ټايمز"" فوټوګرافر (سايمن واكر) چي په دې اوس – اوس كي د پاكستان كوټې ښار ته راغلى و، وايي: كه تاسو پنځلس كاله مخكي په كومه جګړه ييزه سيمه كي په خبرونو ټولولو پسي تللاست، نو بايد دوه لوى بكسونه درسره واى، په يوه كي به پورټيبل ډارك روم ( د عكسونو لپاره د انتقال وړ تياره چاپخونه) او په دويمه كي به هينكر او د ليكلو ماشين و. ددې ترڅنګ به د فلمونو يو دروند بار هم درسره او ورسره به د ټليفون په ليكه پسي هم لالهاند واى، اوس له ماسره ډيجيټل كېمرې دي، چي په هغو كي د فلمونو پرځاى يو كوچنى هارډ ډسك، يو سټلايټ ټليفون او يو ليپ ټاپ وي، اوس زه له هره ځايه خپل مركز ته عكسونه مخابره كولاى سم، خو زما لپاره اوس يوازېنۍ خبره دا ده چي بايد څنګه خوښ او ژوندى پاتي سم.
له (سايمن واكر) سره په درنو سامانونو كي يوازي د هغه يو كيولرفليك جېكټ [يوډول جاكټ چي ګولۍ اغېز نه ورباندي كوي] دى. د 1980م كال په منځ كي (واكر) يو تور و سپين عكس د ګرين پيس پر يوې الوتكي د هغه وخت المنارسېټ سټلايټ په مرسته لندن ته ولېږي، دغه عكس لندن ته په رسېدو كي (25) دقيقې وخت ونيوه او (1500) پونډه لګښت پرې راغى، په پنځلسو كلونو كي عصري سټلايټ ټليفونونو دغه كار ډېر اسانه كړى او دا د كوساوو په جګړه كي هم په لويه پيمانه كارول سوي دي. پر دې ټليفون باندي (6000) پونډه لګښت راغلى و، له دې ټليفون سره نه رانغاړل كېدونكى انتن لګېدلى و او له ګړندي انټرنټ سره يې د نښلولو اسانتيا هم لرله، عكس اخيستونكو به د مجلې له معيار سره سم عكسونه يوازي په يوه دقيقه كي دفتر ته لېږل، وېډيوفون ټكنالوژي يو داسي شى دى چي د هغه په وسيله مطبوعات برى ترلاسه كولاى سي.
ددې كال په پيل كي د C..N.N يوه خبريال د ذرايع ابلاغ (مطبوعاتو) او سياسي نړۍ يو تاريخ خوندي كړ. ده له چين څخه امريكا ته د وېډيوفون په مرسته د امريكا د جاسوسي الوتكې ناسانسور سوي عكسونه ولېږل، كومه چي د هينان پر هوايي ډګر كښته كړل سوې وه. اوس – اوس د نړۍ ټولي خبري شبكې په افغانستان كي نوې ټكنالوژي كاروي او ددې ترڅنګ دغه ژورنالسټان او عكاسان د شمېروساتلو وسايل هم كاروي، چي (Tokos) بلل كېږي. ",اوسني ژورنالسټان او د خبررسولو نوي وسايل
3423,,"
ژباړه: استاد عبدالجليل وجدي / ټورنټو كاناډا
ستا ملاتړ څوك دى؟
كله چې ته نوى ځوان شوې، ايا هغه وخت تا دليكوالۍ يا د رسامۍ يا د كوم په زړه پورې كار او بار پيل كولو او يا د كوم بل خلاق كار كولو خوبونه، نه ليدل يا دا ډول نورې لوړې ارزوګانې دي نه درلودې؟
لـه موږ څخه ډېرو كسانو همدا ډول فكرونه كول. په حقيقت كښې، كه چېرې موږ لـه خپلو ځانو سره په رښتيا وچليږو، لا تر اوسه په موږ كښې ډېر كسان په خپلو زړونو كښې همدغسې لوړې ارزوګانې پالي. خو خبره چې د كار راشي بيا نو ډول، ډول بانې جوړوو، تل مو په خوله د ""بايد خپل كار وكړم"" خبره ناسته وي. مثلاً كله وايو زه د ناول ليكلو سره مينه لرم، خو ورته خوشى نه يم ځكه مجبور يم چې كار وكړم. زه د رسامۍ سره مينه لرم خو زما په يوه سترګه كښې عيب او نيمګړتيا شته. موږ د خپلو هيلو دنه سرته رسېدو لپاره په همدې ډول نورې بېخي احمقانه بانې او پلمې جوړوو.
راشئ د يوې شېبې لپاره د قيصر په باره كښې فكر وكړو! تاسې خبرياست كه نه؟ چې قيصر به، په داسې حال كښې چې د روم نور پوځيان به ټول بيده وو، ده به په خپله خېمه كښې د جګړې په باره كې تبصرې ليكلې په سبا به چې لـه خوب څخه پاڅېدى نو جګړې ته به روان شو. تاسې پوهېږئ كه نه چې هنډل د يو ډاكتر ددې خبرې نه وروسته
چې ته مړكېږي خپل ډېر ښه ميوزيك وليكه ادبيت هاون وروسته لـه هغه چې پوره كوڼ شوى و خپل ميوزيك وليكه.
په دې موهم كله سوچ كړى دى كه نه؟ چې زمـوږ د نـړۍ
درې ستر رزمي شاعران لكه هومر، مېلټون او ډانټې ټول ړانده وو.
لږ خو د سترو جنرالانو هانبېل او لارډ نېلسن په باره كښې هم يو څه فكر وكړئ! دوى هر يو يوازې د يوې سترګې خاوندان وو. د يو بل ړانده سړي فرانسيس جوزف كمبيل څخه يو وتلى او ممتاز رياضي پوه او موسيقار جوړ شو. نو اوس، آيا تاسې ځانونه لـه شاوخوا څخه په لومو تړلي بولئ؟ او داسې احساسوئ چې:
"" اوف، زه د خپلو محد وديتونو لـه امله هېڅكله هغه څه نه شم كولاى چې كول يې غواړم"".
كه خبره دا وي نو بيا د ""رابن كروسو"" د ناول ليكونكي دانيل دينو ديفو په باره كښې لږ څه فكر وكړئ! ده ، دا ناول هغه وخت وليكه چې دى په جېل (بنديخانه) كښې پروت و، جان بونيان هم د ""مسافران پر مخ ځي"" ناول هغه وخت وليكه چې په جېل كښې يې شپې او ورځې تېرولې. لوتـر هغه وخت انجيل ترجمه كړ چې دى د اورټ بورګ په كلا كښې اچول شوى و. ډانټې د شړونتيا په شلو كلونو كښې چې د مرګ حُكم ورباندې شوى و، كرار ناست نه و كار يې كاوه او ډون كويګزوټ (Don Quixote) هغه وخت د سرو يڼس لـه خوا وليكل شو چې دى د ماډايډ په زندان كښې اچول شوى و. اوس به نو تاسې ښايي دا ووايئ"" خبرې خو دا ټولې سمې دي خو زه مجبور يم چې كار وكړم، كار!"".
ښه! زما ملـګريـه تـه هـم بـده خبـره نـه كوي، هو زه درتـه يـو پـه
زړه پورې خبر لرم. كله خو به تاسې د ""په باد تللى"" د كتاب پنډوالى ليدلى وي؟
مارګرېټ ميچل دا كتاب هغه وخت وليكه چې دې ټول وخت په يو اخبار كښې كار كاوه، داسې خوبه نه وي چې تاسې د خپل ځان جسماني عيبونه ته ګوته نيسئ او په دې باره كښې فكر كوئ! نو بيا تاسې د لارډ كاوه ناف (Lord Cavanugh) په باره كښې څه پوهېږئ؟
دى د پارلمينټ غړى و خو نه يې لاسونه درلودل او نه پښې مګر د خپلو هـڅو په بركت يې پارلمينټ ته لاره موندلې وه. او د هغه ځاى چارې يې سمبالولې.
اوس نو، يوازې د شكسپير په باره كښې فكر وكړئ! ده په ښوونځي كښې د ليكلو او لوستلو څخه لږ څه زده كړي وو، خو ده خپل ځان ته په خپله د تعليم وركولو لـه لارې دومره ډېر څه زده كړل چې ځان يې د ادبيانو په منځ كې كښې ماسټر وګرځاوه.
اوس نو يو ځل بيا ستاسې د خپلو لوړو هيلو په هغې خزانې باندې فكر وكړئ چې ستاسې په روح كښې ورباندې كولپونه لګولي شوي دي.
يو ځل بيا خپلې هغه بانې او پلمې لـه نظره تېرې كړئ چې تاسې نه پرېږدي چې خپلو ليدليو خوبونو ته تعبير پيداكړئ او هغه رښتيا كړئ.
يو ځل بيا د خپل زړه خزانې ته وګورئ! كه هلته د جواهرو تر څنـګ خراب شيان وي هغه ليرې وغورځوئ او قيمتي جواهر لـه دوړو او ګردونو څخه پاك كړئ په دې توګه به ستاسې د خپل خلاق فعاليت لـه لارې ستاسې خلاقې هيلې راڅرګندې شي.
دا مه هېروئ چې تاسې يوازينى هغه څوك ياست چې په خپله د خپل ځان ملاتړ كوئ. ",د ارواښاد وجدي يوه نثري ټوټه
3424,نور محمد كړاو، كابل,"
١٩ د غويي ١٣٨٤نور محمد كړاو، كابل
لومړۍ برخه :
لكه څنـګه چې د ساينسي پرمختـګونو او لاسته راوړنو لـه كبله په هره برخه كې زښتې زياتې اسانتياوې رامنځته شوي، همدغه ډول د وخت د ضايع كېدنې مخنيوى هم شوى، ځكه چې لـه دغو تخنيكي اسانتياوو څخه په ګټه اخيستنې سره انسان د لسو ساعتونو كار په يوه يا هم نيم ساعت كې كولاى شي، چې دا يو لوى پرمختـګ او غوره لاسته راوړنه ده.
په راډيويي پروګرامونو كې تر ټولو مهم اړخ مهالوېش يا منظم پلان دى، چې په پرمختللو راډيوګانو لكه : بي بي سي، امريكا ږغ او نورو... كې آن د يوې اوونۍ مخكې پروګرامونه پلان كوي او كوښښ كوي، چې په دې برخه كې پاتې را نه شي، همدغه راز پرله پسې يا سلسله وار تفريحي يا ښوونيز پروګرامونه خو مياشت مخكې هم پلان كېدى شي. ځكه زيات موضوعات داسې دي، چې زړښت نه لري او هر وخت ورته اړتيا پېښېږي.
راډيو يوې ژرندې ته ورته ده چې هر ساعت ګڼ شمېر توكو او معادو ته اړتيا لري او د هغو راډيوګانو لپاره معاد برابرول ستونزمن دي، چې څلورويشت ساعته پرله پسې نشرات لري، دوى ته چې كله مواد ونه رسېږي، نو د اړتيا لـه مخې تكراري موضوعات خپروي. ګنې په عادي حالاتو كې ډېر هڅه كېږي، چې لـه تكرار څخه ډډه و شي،
پر يوه نيم ساعته پروګرام، په سلګونو ډالره لګښت كوي، خو خپل خپرنيز معيار نه را ټيټوي.
د راډيويي تخنيك پرمختـګ :
اوسمهال زياتره راډيوګانې لـه نوي پرمختللي كمپيوټري پروګرام (Cool Edit Proo) څخه كار اخلي، چې په هر لحاظ يو بشپړ او مرستندوى پروګرام دى. په دې پروګرام كې دومره كومانډونه او اپشنونه يا د امر وركولو څانګې شته چې د آواز او موسيقۍ په برخه كې هر څه كولاى شي، او دغه پروګرام زياتې اسانتياوې رامنځته كړې. د ساري په توګه :
تاسو يوه مركه راوړې، غواړئ چې د آزادې فضا (Background) آوازونه ترې ليرې كړئ، نو تاسې د آزادې فضا لږ برخه كمپيوټر ته وركړئ. هغه دغه ټوله فضا لـه مركې څخه باسي، مركه به داسې صفا شي، چې خلك به ګومان كوي په سټوډيو كې ثبت شوې ده، كه څه هم د ږغ په څرنګوالي كې لږ بدلون راولي، خو دغه بدلون هغه وخت په كې راځي، چې د فضا آواز ډېر وي.
كه غواړئ چې په يوه مركه كې اغېزناك آوازونه Sound Effect ور زيات كړى، دا هم په ډېره اسانۍ سره كېدى شي.
تاسو د يوه بڼوال يا باغدار مركه راوړې او په خپل انانس كې واياست چې : ما ورسره دده په خپل بڼ كې و ليدل او مركه مې ورسره كړې.
نو په كار ده چې د مركې په شاليد ( پس منظر ) (Background) كې د باغ فضا موجوده وي. تاسې اول مركه د Mix يا سره ګډولو ځانګړې پاڼې ته انتقالوي. بيا به د بڼ د فضا آواز ورته تر شا اچوي. چې كله دواړه سره يو Mix شي، نو سړى ګومان كوي، دغه بڼوال په هماغه بڼ كې ناست دى. هم به دده مركه ډېره څرګنده اورېدل كېږي. هم به د مرغيو او اوبو آوازونه.
- كه تاسو د كوم ځوان يوه مركه راوړې غواړئ آواز يې د سپين ږيري شي، دا هم په ډېره اسانۍ سره كېدى شي، په پروګرام كې ددې امر ( كومانډ ) سلواله ( فيصدي ) شته، څومره چې آواز بدلوئ، بدلولاى يې شئ، خو هغه كس بيا ددې آواز لـه څرنګوالي د آواز په بدلون پوهېږي، چې لـه دغه پروګرام سره زياته بلدتيا و لري او ډېر كار يې په كې كړى وي، هغه دا هم جوتولاى شي چې وړاندينى آواز څنګه و او اوس پنډ شوى كه نرى شوى دى.
تاسې يو آواز سرچپه هم اړولاى شئ. د ساري په توګه يوه كس ويلي ډوډۍ ، كه تاسې دغه آواز چپه اړوئ نو "" يډوډ"" به ووايي. دغه امر د خندا او ټوكو لپاره وركړل شوى، يا هم په ځينو موادو كې په كارېږي. خو زيات كسان يې د خندا لپاره استعمالوي.
- د آواز په هر وقفه كې فاصله ( Space) زياتېدى شي، تاسې په يوه وقفه كې چې كوم آواز په كې نه شته كرسر يا د موږك ويكټور دروي او كمپيوټر ته واياست چې دلته دوره ثانيې وخت يا بې آوازه فضا زياته كړه، كمپيوټر به هلته فاصله وركړئ زيات ويندويان يا نطاقان (Presenters) عادت لري، چې طبيعي وقفه نه شي كولاى، نو دوى لـه دغه امر څخه كار اخلي او دوى په هره وقفه كې د نفس آواز هم زياتوي هغه ددې لپاره چې وقفه ډېره طبيعي راشي، ځكه چې د راډيويي پروګرامونو لـه څو عمده شرطونو څخه يو، په ويندويي كې
وقفه ده، چې انګرېزان يې هم زيات ضروري ګڼي.
- تاسې چې هر پروګرام يا هر آواز ثبتوئ، تر ثبت وروسته د سمون يا اصلاح (Edit) وار رارسېږي، ځكه چې مو سمون وكړ، او د خپل پرزنټ Present فايل ته نوم وركوي چې په كمپيوټر كې خوندي شي، د مركو ځايونه په نښه كوئ چې دغه نښه په (F8) چې د كمپيوټر د كيبورډ يوه تڼـۍ ده، كېږي. بيا د مركې دوسيه (File) پرانيزي. مركې هم بايد برخې، برخې بېلې شوې وي او منظمې مو سره اچولې وي. مركې را كاپي كوئ او په نښه شويو ځايونو كې يې اچوئ. كله چې مو فاصلې سره ور برابرې كړې، بيا مو (Mix) كړې نو وروسته ددې لپاره چې لـه ټولو آوازونو څخه يو مستقل فايل جوړ شي، (Mix Down) يې اخلو او دا بيا په موږ پورې اړه لري چې په عادي غږيز فايل wav كې يې اخلو كه يې سپكوو يا يې (Mp3) كوو.
- كه تاسې ځينې مركې لرئ او په اصطلاح ګردي مېز ته ورته خبرې اترې مو ثبت كړي خو ستاسو پوښتنې سمې نه دي، يا يې څرنګوالى سم نه دى، تاسې كولاى شئ، خپلې پوښتنې ثبتې كړئ، بيا لاړ شئ لـه خپلو مركو څخه لږه فضا (Background) كاپي كړئ او دغه فضا لـه خپلو پوښتنو سره يوه كړئ، بيا د پخوانيو پوښتنو پر ځاى نوې پوښتنې واچوئ نو د پروګرام څرنګوالى به مو لا زيات ښه شي.
- كه تاسې د يوه مركه كېدونكي شخص لـه خبرو اضافه ټكي باسئ، كله كله په كې دغه غوڅ شوى ځاى محسوسېږي يو يو غير عادي بڼه خپلوي يا يو ټك غوندې آواز په كې زياتېږي. كه چېرې د جملې پيل مو غوڅ كړى وي، هغه غوڅ شوى ځاى په نښه كوئ او Fed in ورته واياست، كه د جملې پاى مو غوڅ كړ او غواړئ چې عادي بڼه وركړئ Fed out ورته واياست چې بيا د مركه كېدونكي خبرې ډېرې منظمې او ډېرې صفا راځي.
د سمون په برخه كې اسانتياوې :
كه تاسې يو نيم ساعته پروګرام جوړوئ، نو تر يوه ساعته زيات مواد به ليرې كوئ او ددغو موادو يو چاڼ به اورېدونكو ته وړاندې كوئ. البته دغه اصول يوازې په نړيوالو او سترو راډيوګانو كې مراعاتېږي. ځكه هلته د كار معيار زيات اوچت دى. په دغو راډيوګانو كې د مركه كېدونكو د خولې د ناړې آوازونه او يا زياتې اضافه خبرې په ډېر مهارت سره باسي، لكه څنګه چې په كتاب كې ټكى په ټكى سمون Edit كېږي، په آواز كې هم دغه اصل مراعتېږي.
تاسې زياترو نړيوالو راډيوګانو ته ځير شئ، مواد يې تكرار نه وي او هـڅه كېږي، چې د اورېدونكو ذوق، سليقه او غوښتنه تر پښو لاندې نه شي. همدغه لامل دى چې تر 80 سلنې زيات خلك نړيوالې راډيوګانې اوري.
كله چې وياند سټوډيو ته ننوځي، نو بايد چې ارامه ساه واخلي او
خپل ټول فكرونه سره را غونډ كړي. يوه انګرېز ويل : په دې وخت كې بايد سړى ځان په سټوډيو و مومي. كه پر څوكۍ كښېني، بايد پام يې وي چې معده، سږي او نور غړي يې سم كار وكړاى شي او په تكليف نه وي. پروډيوسر يا هم تخنيكي همكار ته په كار ده چې خلاصه ټنډه و لري ګنې د ويندوى وړه اندېښنه هم كېدى شي د پروګرام معيار ټيټ كړي يا زياتې تېروتنې و كړي، يا يې آواز دومره جدي شي چې پر اورېدونكو ښه ونه لـګېږي.
ويندوى به متن لولي، يا به خبرې كوي، تاسې پهCool Edit Proo كې Record وهئ، آواز به انځورېږي كه غواړئ چې لـه خپلو خبرو څخه يو تورى يا يوه جمله ليرې كړئ، تاسې د آواز تصوير ته په كتو او اورېدو سره هغه تورى يا جمله پيدا كولاى شئ، بيا يې ليرې كول هم اسانه دي. كه آواز ډېر ټيټ يا جګ وي هم يې په اسانۍ سره اوچت يا ټيټولاى شئ. چې تر پخوا يې په راډيويي كارونو كې ګړنديتوب زيات كړى او دومره هوسايي يې رامنځته كړې چې بېسارې ده.
پخوا به په Rivax يا زړو ماشينونو كې چې ريلونه به ور لوېدل او د كسټ په شان يې كولمې درلودې، سمون كېده، چا به چې غوښتل كوم تورى يا جمله كمه كړي، نو د ( ريل ) د كولمې يوه برخه به يې غوڅوله، بيا به يې لـه سره نښلوله. كله به يو آواز غوڅ شو، چې اورېدونكو به محسوسوله، كله به يوه جمله نيمګړې شوه چې بيا يې جوړول ډېر ستونزمن وو، خو اوسنى كمپيوټري پروګرام د آواز په جوړونه، زياتونه او كمونه كې هغه د چا خبره توپان كوي. خو هغه كس په كې ښه كار كولاى شي، چې لـه كمپيوټر سره بلد وي، زياتو كسانو لـه دغه پروګرام څخه كلونه، كلونه كار اخيستى، خو بشپړه بلدتيا يې ورسره نه ده موندلې. حال دا چې د يوه لندن مېشتي سړي په وينا :
"" اوس تر Cool Edit Proo پر يوه بل پرمختللي پروګرام كار روان دى، چې په دې مياشتو كې به نړيوالو راډيوګانو ته وړاندې كېږي. ويل كېږي چې په دې نوي پروګرام كې تر حد زيات كار وركوونكي امرونه شته، چې اسانتيا به يې لا زياته وي.
خو كه هرڅه وي، كمپيوټري راډيويي پروګرامونه لـه يوې خوا د آواز څرنګوالى ( كيفيت ) نه خرابوي، لـه بلې خوا حجم يې هم كم دى. پخوا به چې چا لـه يوه Rivax څخه بل ته كوم پروګرام كاپي كاوه، نو څرنګوالى به يې زيات خرابېده، خو اوس كه په كمپيوټر كې تاسې يو آواز زر وارې هم كاپي كړئ، هيڅ بدلون نه په كې راځي.
كلونه وړاندې به په سټوډيوګانو كې د ثبتولو او سمون لوى، لوى ماشينونه پراته وو چې ډېر ځايونه به يې نيولي وو، همدغه شان لوى لوى ريلونه به هم دومره زيات وو چې المارۍ به په كې وي. خو اوس
په يوه كمپيوټر كې دغه ټول څيزونه ځاى شوي. اوس په نړيوالو راډيوګانو كې په ريلونو ( پخوانيو كسټونو ) ډېر ځاى نه نيسي. بلكې يو لوى غر چې په موټي كې ځاى شي، كمپيوټر دومره اسانتيا برابره شوې ده. په يوه سي ډي كې تر لسو ساعتونو زيات لوى پروګرامونه ځايېداى شي، چې د Reel تر كچې د CD حجم زيات كم دى.
د لېږدونې اسانتيا :
پخوا به چې لـه پېښور يا لـه كابله لندن يا امريكا ته راډيويي پروګرامونه لېږدول كېدل، نو ضروري او مهم مواد به د ټليفون لـه لارې لېږدول كېدل، نور پروګرامونه او مواد به د پوستې (DHL) لـه لارې.
خو لـه څو مياشتو را هيسې يوه بله لويه لاسته راوړنه د انټرنيټ شبكې د (FTP) پروګرام ايجاد و. تاسې كه يو ساعته پروګرام تيار كړ، نو Format يې په MPEG يانې (Mp3) واړوئ، ځكه چې د پروګرام حجم كمېږي او لږ ځاى نيسي. بيا چې تاسې دغه پروګرام (FTP) ته وركړى، نو په يو يا دوو ساعتونو كې يې د راډيو مركز ته لېږدوي، هغه په دې شرط چې تاسې د سټېشن لـه شبكې سره تړل شوي و اوسئ. اوس امريكا ږغ او بي بي سي د كابل او نورو ولايتونو لـه څانګو سره تړل شوي، چې هره ورځ ورته تيار شوي پروګرامونه لېږدول كېږي. كه څه هم د لېږدونې پروسه زيات وخت نيسي او كله، كله د لكيې د خرابوالي لـه كبله دغه لېږدونه ناكامه شي. خو كارپوهان او څارونكي باور لري چې په دې برخه كې به نورې اسانتياوې هم رامنځته شي او لكه څنګه چې موږ په كمپيوټر كې يو عادي فايل لـه يوه ځايه بل ځاى ته كاپي كوو، د پروګرامونو لېږدونه به نوره هم اسانه شي.
په كار ده چې د افغانستان په راډيوګانو كې هم دغه وړ پرمختللې اسانتياوې دود شي، خلك دې ورته و روزل شي او دغه بهير دې نورو ولايتونو ته هم و غزوي او پراخ دې كړي. ځكه سړى چې څومره لاس تر زنې ناست وي او كومه هڅه نه پيلوي، هومره د نړۍ لـه پرمختللي كاروان څخه وروسته پاتېږي او لـه كاروانه پاتې خلك به هيڅكله د نورو برابري نه شي كولاى.
ګرځنده سټوډيو :
په راډيو، بيا په ځانګړي ډول تعليمي او تحليلي پروګرامونو لپاره اسناد او شواهد په كار دي، كله چې يو ژورناليست يوه موضوع څېړي، په كار ده چې ماخذ و لري او په راډيو كې ماخذ د عامو وګړو مركې دي، چې يو پروګرام هم لـه مركې پرته ارزښت نه لري، كه يو وياند يا ژورناليسټ هر څومره پوه او په پوهنيز لحاظ رسېدلى وي، حق نه لري، چې يوازې لـه خپله اړخه معلومات وركړي او خلكو ته لارښوونې وكړي، بلكې بايد خپل تحليل د مركو لـه موضوعـاتـو سـره
همغاړى كړي.
كه څه هم د افغانستان په راډيوګانو كې دغه اصل نه مراعتېږي او په يوه پروګرام كې يوازې چاپ شوې ليكنې يا كتابونه لوستل كېږي، مستند مواد يې لږ وي. خو نړيوالې راډيوګانې داسې نه دي. هغوى آن پر يوې ثانيې هم حساب كوي او كه كوم پروډيوسر ته د پروګرام جوړونه سپاري. دقيقه او ثانيه ورته ښيي، چې پروګرام بايد څو دقيقې او څو ثانيې وي. دوى هغه ليكنې او مواد نه خپروي چې يو ځل چاپ يا خپاره شوي وي. همدغه راز خپلو ژورناليسټانو ته هم حق نه وركوي چې خپاره كړي مواد يا بلې راډيو ته وركړي، يا يې په كومه مطبوعاتي خپرونه كې چاپ كړي، آن كه يوه ساده مركه هم وي.
د مركې د ټولونې لپاره كه په افغانستان كې ساده كوچني ټېپونه كارول كېږي، خو په نړيوالو راډيوګانو كې د Mini Disck يا په لنډيز سره M,D وسيله دود شوې، دغه واړه ټېپونه د كمپيوټر په شان كوچني ډسكونه لري چې په عادي حالت كې v4 دقيقې او كه MD د Long play يا (LP) سيسټم و لري نو 148 دقيقې مركې ثبتوي. هر مني ډسك په حقيقت كې يوه وړه ګرځنده سټوډيو ده، چې لـه ثبت څخه نيولې، تر سمون، پاكولو او....كارونه كوي. دغې دستګاه ته هم د عادي كمپيوټرونو په شان وايروس يا ميكروب ورځي خو په دې كې داسې يو سيسټم عيار شوى چې دغه وايروسونه وژني. ددې بالټـي بيا،
بيا چارجېږي او كه يو ځل چارج شي ډېر وخت كار وركوي.
كله چې په مني ډسك كومه مركه ثبت شي، نو د څرنګوالي لـه مخې ډېره اوچته وي او ډېره صفا وي. عينًا لكه په سټوډيو كې چې
ثبته شوې وي. د مني ډسك مايك د انسان د غوږ په اندازه اورېدل كوي، يانې د انسان غوږ چې لـه څومره واټن څخه ږغ اوري. دغه مايكونه هم همدومره حساس دي.
هره مركه په يوه فايل Track كې ثبتېږي. كله چې بله مركه ثبتوئ، نو په كار ده چې د مني ډسك End search ووهئ، چې د ټولو فايلونو پاى ته لاړ شئ، په دې توګه يو نوى Track جوړېږي چې مني ډسك نومره وركوي. كه غواړئ چې كوم Track لـه منځه ځي. تاسې كه كومې سيمې ته ځئ او غواړئ چې راډيو ته كوم ګزارش وركړئ، تاسې په يوه ارامه فضا كې خپلې خبرې په مني ډسك كې ثبتولاى شئ، وروسته د مركې Track ټاكل شوي ځاى ته انتقالولاى شئ، چې بيا وروسته د ټليفون لـه ليكې د راډيو سټېشن ته انتقالېږي.
په دې دستګاه كې نورې اسانتياوې او كومانډونه هم شته چې دلته به يې راوړل اورېدونكي ستړي كړي او نور خلك همدغه راز نورې راډيوګانې به هغه وخت لـه دغه نعمت څخه برخمنې شي چې ترې كار واخلي.
خبريال او راډيويي كارونه
په تېره ګڼه کې مو د ځينو راډيويي تخنيک په اړه خبرې وکړې او دا هم راته څرګنده شوه، چې کمپيوټري تخنيکونو په راډيويي کارونو کې څومره اسانتياوې رامنځته کړې دي، رښتيا ده چې کمپيوټر اوس مهال په سوداګريزو، سياسي او تخنيکي کارونو کې زيات سهولت رامنځته کړی دی. لـه همدې کبلـه ټولـه نړۍ هڅه کوي، خپلې ټولې چارې په کمپيوټري سيسټم برابرې کړي، چې هم د وخت سپما وکړي، په دې توګه هم لـه لږو کسانو څخه زيات کار اخيستلای شي. هم د اقتصادي سپما يوه تګلاره خپلولای شي. په دې ګڼه کې به د ځينو نويو موضوعاتو په هکلـه خبرې وکړو، ښايي اوسني زيات راډيويي کارونه او تخنيکونو زموږ د ټولنې لپاره نوي وي، خو ګټه به يې زياته وي، ځکه چې د نړۍ ژورناليسټيک سيسټم د افغاني ژورناليزم لـه سيسټم سره يومخې بدل دی، هغه څه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې تدريسېږي، د پنځوسو- شپېتو کلونو مخکې مواد دي، چې لـه اوسمهالي ژورناليزم سره دومره اړخ نه لګوي، لـه همدې کبلـه زه غواړم د اوسمهالي ژورناليزم سيسټم په ساده ژبه بيان کړم، همـدغــه راز هـغه پـروګرامونه، رپـوټونـه او نـور ژورنـاليسټيک
توکي هم درمعرفي کړم، چې زموږ د هېواد ژورناليسټان ورسره نه دي اشنا.
په دې برخه کې ستاسو رغنده لارښوونې هم زما لاسنيوی کولای شي.
راډيويي ژبه:
ژبه په هره برخه کې د انسانانو ترمنځ د افهام او تفهيم وسيلـه ده، چې دوه يا څو کسان پرې يو- بل پوهوي او په نړۍ کې د پوهاوي- راپوهاوي غوره وسيلـه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې په ليکنه کې د ژبې ارزښت لوړ او د پام وړ دی، همدغسې په راډيو کې هم ژبه يوه ستره او ارزښتمنه وسيلـه ده، چې دلته هم د پوهاوي- راپوهاوي مهمه دنده ترسره کوي. لکه څنګه چې په ليکوالۍ کې لـه قلم سره احتياط په کار دی، همدغه شان په راډيويي ليکنو کې هم لـه ژبې سره احتياط په کار دی، ځکه يوه وړه تېروتنه کولای شي، يوې ټولنې، د خلکو يوې ډلې يا يوه هېواد ته لوی او نه جبرانېدونکي زيانونه واړوي.
د راډيويي پروګرامونو لپاره چې لکه متن برابرېږي، خبريال بايد جملې لنډې، عام فهمې او په زړه پورې وليکي. په راډيويي پروګرامونو کې چې څومره ژبه ساده وي، هومره زيات اورېدونکي ځان ته راماتولای شي، ځکه اورېدونکي يې اکثره هغه کسان دي، چې ښايي د پوهې او ذهني سويې لـه مخې يو برابر نه وي. زياتره هغه خلک راډيو اوري، چې نورې پرمختللې وسيلې: کمپيوټر، انټرنټ، کېبل، ډش او .... نه لري، نو ځکه دوی ته راډيو، يوه ارزښتناکه او دوديزه وسيلـه ده، چې غوره او
پرځای استفاده ترې وکړي.
بهرنيان د ويندوی پر صميميت زيات ټينګار کوي او وايي:
ويندوی او خبريال چې کلـه متن برابروي او غواړي سټوډيو ته ننوځي، بايد خپل ټول تشويشونه او خواشنيۍ د سټوډيو تر وره دباندې پرېږدي. کلـه چې متن لولي، بايد يو څه موسکی وي. چې دغه موسکا يې په لوستنه کې هم احساس شي، هم په راډيو، هم په ټلوېزيون کې، دغه معيار ساتل کېږي، نو ځکه تاسې چې کلـه بهرني ټلوېزيوني سټېشنونه وينئ، نو د خبريال خوشحالـه څېره ستاسو پر روحياتو اغېز کوي، ان کلـه چې په يوه هېواد کې دردوونکې جګړې روانې وي، د هماغه هېواد خبريالان خپلـه روحيه نه بايلي، بلکې په دې وخت کې هم خپل ژورناليسټيک اصول او تګلارې لـه ياده نه باسي.
هغه ويندوی چې د اصولو او معيار تابع وي، کولای شي تر ډېره د خلکو ترمنځ خپل محبوبيت وساتي، په دې توګه به اورېدونکي دغه ويندوی ځان ته نژدې او د ځان دوست وګڼي او د دوی ترمنځ به يوه دوستانه فضا واکمنه وي، چې د دغې سولـه ييزې فضا رامنځته کول، د يوه خبريال او يوه ويندوی ستره بريا ده. اورېدونکي به هم برابر شوی پروګرام په مينه اوري، هم به دېته هڅول کېږي، چې دغه راډيو هر وخت تعقيب کړي، چې دغه کار د يوې راډيو لپاره بری ګڼل کېږي.
که چېرې ژبه زياته اکاډميکه او لـه سختو الفاظو ډکه وي، نو د اورېدونکي فکر په هماغو سختو تورو کې بندېږي، نور پروګرام ورڅخه پاتېږي او دی غواړي د هماغه سخت توري مانا پيدا کړي، چې لـه يوه پروګرام څخه يې اورېدلی دی، نو لـه اورېدونکي څخه چې د پروګرام لړ يا تسلسل ورک شي، بيا هغه خوند او ګټه نه شي ځنې اخيستلای.
کلـه چې يو پروډيوسر کوم پروګرام ته پلان جوړوي، لومړی بايد خپل اورېدونکي په پام کې ونيسي، چې اورېدونکي يې ماشومان دي، که لويان؟ اديبان دي، که عام خلک؟ چارواکي دي، که د بل مسلک خاوندان؟ کروندګر دي، که مالداران؟
د هر مسلک اړوند خلک چې وي، بايد هغوی ته ورنژدې ژبه وکارول شي، چې هم يې د پروګرام خوند زياتېږي، هم يې پيغامي اغېزې ژورې کېږي.
که چېرې يې اورېدونکي اديبان وي او پروډيوسر کوم ادبي پروګرام جوړوي، نو بيا د زياتو هنري او ادبي جمـلو کارونه کوم
عيب نه دی، ځکه چې اورېدونکي يې پرې پوهېږي.
د ماشومانو لپاره بيا راډيويي متن ليکه ستونزمنه ده، هره جملـه بايد تر يوه ژور سوچ وروسته وليکل شي، ځکه خبريال ماشومانو ته د تعليمي پيغام او ښوونې تر څنګ ژبه هم ورزده کوي.
خو اوسنی ژورناليزم پر دې دومره توند پرمختګ سربېره راډيو ته پر ساده ژبې ټينګار کوي، ښه يې ويلي چې: ښکلا په سادګي کې ده. کېدی شي د يوه خبريال په خبر، يا ګزارش کې داسې توري راغلي وي، چې انسان د نهيلۍ په منګولو کې ښکېل کړي او سړي ته ګروم ورپه برخه کړي، خو که خبريال هڅه وکړي، نو کولای شي په خپل يوه توري يا يوې جملې سره زيات اروايي ناروغان درمل او اروايي اندېښنې يې ترې ليرې کړي. خبريال د راډيويي پروګرام لـه لارې خپلـه پوهه او ظرفيت نورو ته نه ورښيي، بلکې د نورو غږونه او ستونزې منعکسوي، چې دغه اصل په هره برخه کې ضروري دی.
تخنيكي ستونزې:
د يوه غوره او معياري پروګرام جوړونه: د مرکې، لوستنې، متن، حالت او سمونې څرنګوالی، کتنه او څارنه غواړي. که چېرې ويندوی د خپرونو (نشراتو) په وخت کې لـه سټوډيو څخه متن لولي، د متن په منځ کې ترې تېروتنه وشي او دی يوه جملـه تکرار ووايي، خو د بياويلو په وخت کې بيا کوم توری ترې پاتې شي، نو د اورېدونکو چې دغسې تېروتنې ته پام شي، زيات سوچ يې هملته پاتې شي، د پروګرام پاتې برخه يې په ذهن کې ځای نه نيسي، اورېدونکي په ذهن کې لـه ځانه پوښتي، چې:
دا تېروتنه يې ولې وکړه؟
خط يې خراب و؟
ويندوی وارخطا و؟
تر اغېزې لاندې راغلی و؟ او ....
خو ويندوی بايد متن صفا وليکي او د کرښو ترمنځ يوڅه واټن پرېږدي، چې که د ليکو ترمنځ د يوې بلې جملې ليکلو ته اړتيا پېښه شي، بايد دومره تش ځای وي، چې نوې جملې په کې په اسانۍ سره ځای شي.
که چېرې خبريال لـه چا څخه مرکه اخلي، مرکه کېدونکی بايد يوه ارام او غلي ځای ته بوځي. ماهرين او کارپوهان ټينګار
کوي، چې د مـرکې لپـاره تـر تيـاري وړانـدې بـايــد مـرکه کېدونکی او مرکه کوونکی يوځل تشناب ته لاړ شي، چې وروسته ورته اړتيا پېښه نه شي. کلـه چې د مرکې ثبت روان وي، بايد زيات پام وشي، چې مرکه کېدونکی ونه ښوري، ځکه بيا يې په اواز کې بدلون راځي. ګرځنده فون (موبايل) او نور ټلېفونونه، يا غږيز وسايل بايد بند کړل شي، تر کوټې دباندې نورو خلکو ته بايد لارښوونه وشي، چې د مرکې په وخت کې دروازه خلاصه يا بنده نه کړي.
د لندن د يوې راډيو يو ډېر تجربه کار پروډيوسر وايي:
کلـه چې تاسې لـه چا څخه مرکه ثبتوئ او د مرکې په وخت کې د ټلېفون اواز هم اوچت شو، خامخا ستاسو په ثبتوونکې دستګاه کې هم دغه اواز راځي، نو اورېدونکی چې د راډيو لـه څپو څخه دغه پروګرام اوري، د ټلېفون زنګ يې چې واورېد، ناڅاپه وارخطا کېږي، ځکه ګومان کوي، د دوی د خپل کور- يا ګاونډي ټلېفون وشرنګېد. په دې توګه د اورېدونکي ذهني حالت ګډوډ او د پروګرام اورېدنه ترې پاتېږي. يا يې خپل ټلېفون ته سوچ ورځي، يا به د مرکې د اورېدو په وخت کې ذهن ته د پروګرام، يو ذهني انځور ورځي، چې دغه مرکه به په څنګه خونه کې شوې وي؟ هغه ټلېفون به څنګه رنګ درلود؟ د کوټې پر دېوالونو به د چا انځورونه راځوړند وو؟
دوهمه برخه : ",راډيويي چارې او كمپيوټري اسانتياوې
3425,نور محمد كړاو، كابل,"
١٣٨٤ دغويي ١٩مه ( نور محمد كړاو) كابل
دوهمه برخه :
همدغه راز که د مرکه کېدونکي د خبرو په وخت کې د دروازې د پرانيستل کېدو اواز اوچت شو، نو اورېدونکي ناڅاپه هېښ شي او په حيرانۍ سره شا و خوا ګوري، ځکه ګومان کوي، چې د دوی د خپل کور ور پرانيستل شو اوڅوک راننوت!.
د پروګرام د جوړولو په وخت کې بايد د معيار انډول وساتل شي، يانې يو پروګرام بايد لـه سره تر پايه انډوليزه (متوازنه) ښکلا ولري. داسې دې نه وي، چې د پروګرام پيل (Menu) ښايسته وي، خو په خپلـه د پروګرام په منځ کې هېڅ د يادولو وړ خبره نه وي. نه دې پروګرام دومره بدرنګه او مبتذل پيل لري، چې د منځپانګې (محتوا) ښايست يې ترې زيات وي، ځکه اورېدونکي بيا هر وخت لـه دغه ډول ناانډولو او نامنظمو پروګرامونو سره روږدي کېږي، وروسته بيا معياري پروګرامونه هم دوی ته خپل ارزښت بايلي، خو که چېرې د اورېدونکو ذوق او ذهني کــچه پـه پـام کې ونيول شي، راډيويي
پروګرامونه به هم د خلکو ترمنځ محبوبيت پيدا کړي.
اوسني زياتره خبريالان (MD-Player مېني ډسک پلېير) کاروي، چې حساسې ثبتوونکې دستګاوې وي، کلـه داسې هم پېښېږي، چې د مرکې په وخت کې لـه خبريال څخه د ځنډ يا (Pause) تڼۍ ووهل شي، زيات داسې شوي، چې خبريال غوښتي، خپلې پوښتنې ثبتې نه کړي، يوازې د مرکه کېدونکي خبرې ټيپ کړي، خو کلـه چې لـه سيمې څخه راغی او خپل راټول کړي مواد يې اورېدلي، نو يې پام شوی، چې د ځنډ تڼۍ هغه وخت ورڅخه وهل شوې، چې هغه غوښتي، د مرکه کېدونکي خبرې ثبتې کړي، خو کلـه چې غوښتي، خپلې خبرې رانه ولي، نو د ځنډ د تڼۍ په ګومان يې د ثبت تڼۍ وهلې ده.
نو د ثبتونې په وخت کې بايد د ّّمېني ډسک پلېيرّّ وړې هندارې ته وکتل شي، چې ثبت روان دی، که نه؟
د ثبت اواز سم دی، که نه؟ او ....
د خبريال چلندونه
لـه ناروغانو سره يې چلندونه:
يو خبريال چې کلـه د خپل عملي کار ډګر ته ګام ږدي، بيا هغه ډاکټر او رنځپوه ته ورته وي، چې زړه سوی يې کومه ګټه نه لري، نو ځکه دی بايد د درملنې او حل لارې چارې ولټوي. ښايي يو خبريال لـه زياتو دردوونکو پېښو او حالتونو سره مخ شي، کلـه چې دی غواړي، د پېښو اصلي انګېزه او لامل پيدا کړي، لـه خطرونو سره به هم مخ کېږي، خو دی به هغه څه خپروي، چې خلک يې وايي. خپل تصرف او زياتونه يې بايد زياته نه وي. ځکه د پېښو په وړاندې يو خبريال، يوې هندارې ته ورته دی، چې يوازې پېښې او بهيرونه منعکسوي، که لـه ځانه په کې زياتونې او کمونې کوي، نو ځان ته به يې يو لوی ګواښ پېښ کړی وي، ځکه دلته بيا د راډيو پاليسي او حکومتي تګلار هم د پام وړ خبره ده.
انګرېزان وايي:
کلـه چې تاسې لـه يوه رواني ناروغ سره مرکه کوئ، لـه دوی سره مرکه د يوه چارواکي لـه مرکې سره زيات توپير لري، ځان بايد ورته د يوه خواخوږي دوست په توګه ورمعرفي کړئ، که داسې ونه کړئ، نو هغه به تاسو ته رښتيا ونه وايي، په زړه کې به ډېرې خبرې لري، خو نه يې وايي. نو د دې لپاره چې د دغه
ډول کسانو خبرې، د هغوی په سينو کې خوندي او پټې پاتې نه شي، خبريال بايد خپل مرکه کېدونکی لـه رواني پلوه مطالعه کړي، زړه ته يې لار ومومي، د هغه د زړه خبرې دې راوباسي. چې دغه کار د يوه لاسبري او تجربه کاره خبريال لـه خوا ترسره کېدی شي.
زياتره ناروغان چې کلـه خپل دردونه او کړاوونه په يادوي، نو ژاړي، د خپل ژوند ترخې خاطرې وريادېږي، نو ځکه جدي کېږي او ژړا ته پناه وړي. په دې وخت کې يو جدي اقدام ته اړتيا شته، خبريال بايد ناڅاپه ناروغ بلې خبرې ته راوکاږي او داسې پوښتنه دې ترې وکړي، چې هغه مثبتې خوا ته راوکاږي، ترخې خبرې هم بايد ترې واوري، خو دلته بيا خبريال د خپل هېواد او يا نړۍ په وړاندې ولاړ دی، دی بايد د نورو اروايي ناروغانو حالت هم لـه پامه ونه غورځوي، ځکه کېدی شي، د يوه اروايي ناروغ دردوونکې خبرې، د هغه اروايي ناروغ ستونزه زياته کړي، چې راډيو اوري، خو خبريال کولای شي، لـه اروايي ناروغ څخه د ترخو خاطرو ترڅنګ ښې خبرې هم واورئ او نورو اروايي ناروغانو ته هم ګټه ورسوي، د ساري په توګه دغه پوښتنې دې ځنې وکړي، چې: په ژوند کې دې څه شی خوښ دی؟
په دې توګه کولای شي لـه دغسې کسانو څخه ښې خبرې وباسي. په دې توګه يې هم لـه غمونو ځان او نور خبرولای شي، هم يې پر ذوق، خوښې او سليقې پوهېدی شي. ناروغ ته به يې هم احتمالي ذهني او اروايي ګوزار، نه وي ورکړی. يا دې هم ترې وپوښتي: چا درسره زياته مينه کړې، په کور او يا ملګرو کې څوک درباندې زيات ګران دی؟
يا: کوم خواړه دې زيات خوښ دي؟ کوم رنګ دې خوښ دی؟
لـه چارواكو سره يې چلند:
يو خبريال، نه يوازې د خپل شخصيت څرګندويي او نمايندګي کوي، بلکې د خپلې اړوندې راډيو، د ځانګړې سليقې، ذوق، معيار او پوهنيزې يا هنري سطحې استازيتوب هم کوي. د خبريال ظاهري بڼه، د خبرو (پوښتنو- ګروېږنو) او څرګندونو ډول، د هغه لـه پوهې، ځراکت او چالاکۍ سره نېغې اړيکې لري.
خو داسې هم نه ښايي چې خبريال دې لـه ساده کليوالو او نالوستو کسانو سره داسې چلند وکړي او لـه هغوی نه دې داسې پوښتنې وکړي، لکه لـه يوه مسلکي يا بل لوستي کس څخه چې ښايي.
خبريال چې څومره لـه حالاتو او د خلکو لـه دود- دستور سره سم ځان برابروي، هومره بري ته نژدې وي. که چېرې غواړي لـه ساده کليوالو کسانو سره مرکې وکړي او د هغوی لـه خولې ښې خبرې ثبتې کړي، بايد د هغوی په شان جامې واغوندي، د هغوی په ژبه، لـهجه او انداز خبرې وکړي او پوښتنې دې هم د کليوالو ذهني کچې ته په پام سره طرحې کړي. که داسې ونه کړي، نو بری به يې لنډمهالـه يا لږ وي.
يو خبريال به خامخا زيات مهال، لـه چارواکو سره مرکې ته اړتيا پيدا کوي. نو د چارواکو د پوهې، مسئوليت او کارکچه تر ساده خلکو توپير لري، دلته بيا ډېر غور په کار دی، چې نااړوندې پوښتنې بايد ونه شي، تر مرکې وړاندې هر خبريال لـه خپل مرکه کېدونکي کس سره لږې خبرې اترې کوي، د ساري په توګه خبريال خپل مرکه کېدونکی په موضوع، موخه، پروګرام او ګټو يې خبروي. که د اوبو او برېښنا لـه يوه رئيس يا وزير سره مرکه کوي، بايد په اوبو او برېښنا پورې اړوند مسايلو باندې بحث وشي او پوښتنې دې هم داسې وړاندې کړي، چې نه ډېرې پېچلې، نه ډېرې ساده وي. بلکې د خپل پروګرام هدف، موضوع، وخت او ګټو ته دې په پام سره پوښتنې طرحې کړي.
کلـه چې پوښتنې منظمې او پرلـه پسې وي، نه مرکه کېدونکی ستړی کېږي، نه خبريال.
په کابل کې د يوې فرانسوي راډيو خبريالانو د بانک رئيس ته بلنه ورکړې وه، دوی د يوه ګردي مېز په ترڅ کې لـه رئيس څخه پوښتنې ګروېږنې کولې، کلـه چې مرکه پايته ورسېده، نو يوه خبريال، د يوه اردو ژبي سندرغاړي (عدنان سمېع) سندره چالانه کړه او بيا يې لـه رئيس څخه وپوښتل:
که تاسو دغه سندرغاړی وپېژاند، زموږ د ادارې لـه خوا به يوه ښه جايزه درکړل شي!
دا وړ پوښتنه او لـه رئيس څخه د يوه سندرغاړي، د پېژندګلوۍ هڅه، يو غيرمعياري او ناوړه، همدغه راز په ژورناليزم کې لـه توقع خلاف کار دی. ځکه په جدي او ورځنيو مسايلو کې دغه ډول يو اقدام ناوړه هڅه ګڼل کېږي، چې دغه کار يوه لويه نيمګړتيا هم ده، که چېرې ذوقي او هنري مسئلـه وای، يا لـه کوم سندرغاړي، د سندرو لـه کمپوزر، شاعر يا د موسيقۍ لـه بل اړوند کس سره مرکه کېدای، بيا به دغه پوښتنه کوم عيب نه ګڼل کېده.
کلـه چې لـه چارواکو سره مرکه کېږي او د هغه نظر غوښتل کېږي، بايد د هغه دريځ، د راډيو تګلار- کړنلار، همدا شان د خلکو غوښتنې هم په پام کې ونيول شي، يو خبريال چې کلـه د سټوډيو د مايک شا ته کښېني، نه يوازې د خپل ځان، بلکې د خپل هېواد، خلکو او اخر د ټولې نړۍ په وړاندې وجداني مسئوليت لري.
خبريال بايد يو دريځ ولري:
د خبريال لـه دريځ څخه مو موخه هغه موقف دی، چې يو خبريال يې د پېښو په وړاندې لري. په زياتو مسايلو کې واکمن دولت هڅه کوي، خپلـه پاليسي او روحيه غښتلې وښيي، هر دولت، ان د خپل زوال په وخت کې هم، پر خپلې کمزورۍ او ماتې اقرار نه کوي، بلکې هر ډول چې کېږي، د خپلو پلويانو او هملارو روحيه اوچته ساتي. په دې برخه کې لـه ډلـه ييزو رسنيو: ورځپاڼو، راډيو، ټلوېزيون او انټرنټ څخه کار اخلي. خو حقيقت چې هر څنګه وي، خلکو ته به څرګند شي.
که په يوه ځای کې د دولتي چارواکو لـه خوا بمباري کېږي او زيات عام وګړي په دې پېښه کې وژل کېږي، که خبريال سيمې ته ورځي او دا هرڅه په سترګو ويني او دی مايک خولې ته نيسي او دا هر څه ټکي په ټکي بيانوي، دا په حقيقت کې يو بشپړ رپوټ (ګزارش) نه دی، بلکې په دغسې حالاتو کې ډېر احتياط په کار دی، کېدی شي په يوه خبره د دولتي لوړپوړو چارواکو غوسه راوپارېږي، ځکه چې خبريال که يوازې لـه ځانه ګډ وي او پېښې نقلوي، بايد خپل ګزارشونه، په اسنادو کره او بشپړ کړي او د ده لپاره سند، د نورو سيمه ييزو خلکو او بيا د چارواکو خبرې دي، چې دوی ته بايـد پـه خپـل ګـزارش کې د هـر اړخ په اړه نظر ورکړي. وروسته دې خبريال دا مرکې سره وتړي او يو ګزارش دې ترې جوړ کړي. خو که چېرې په سيمه کې څوک نه پيدا کېده، بيا دې هم لـه نژدې سيمه ييزو خلکو څخه جريان وپوښتي او ځان دې خبر کړي.
لـه بده مرغه چې نن سبا لـه ډېرو نړيوالو راډيوګانو څخه نامعياري او لـه اسنادو تش ګزارشونه خپرېږي، چې امکان لري، په دې کار سره خبريالان نور هم لټ شي او لـه جديت او پرلـه پسې هڅو اوږه تشه کړي.
کلـه چې د دغسې پېښو په اړه د چارواکو نظر غوښتل کېږي، هغوی به خامخا غلطي د بل چا ګڼي او د ځينو کارونو مسئوليت به په غاړه نه اخلي، که خبريال په هرڅه خبر وي او د دولتي چارواکو لـه خولې څخه دروغ اوري او دی بيا هم پر خپلې پوښتنې او څېړنې زيات ټينګار وکړي، ښايي د دولت قهر او غوسه راوپاروي. په دغسې حالاتو کې بلـه چاره نه شته، بايد د چارواکو نظر هماغسې خپور شي، خو د عام ولس نظريه دې هم راواخيستل شي او د ګزارش انډول دې سره برابر کړل شي. يانې ولس ته دې زياته ونډه ورکړل شي.
لـه بده مرغه په دولتي راډيوګانو کې د مطبوعاتو ازادۍ ته پاملرنه نه کېږي، د عام ولس ونډه په کې لـه پامه غورځول شوې ده، که يوه پېښه کېږي، پړه يې خامخا پر تېر حکومت، يا دښمن اچول کېږي او دومره چې په خپلـه چارواکي ځانونه په پېښو کې بېګناه ګڼي، عام ولس دومره بې قصوره نه ګڼي.
دلته د خبريال او پروډيوسر لاس هم پراخ نه وي، نه شي کولای، سمه او بشپړه څېړنه وکړي، ځکه چې مخې ته يې د دولتي پاليسۍ او سياسي حساسيتونو پولې پرتې دي. که چېرې يو بشپړ او حقيقت ته نژدې ګزارش برابر هم کړي، د سانسور تر پړاوه نه تېرېږي. خامخا به د دولت پاليسي او د چارواکو بېګناه ثابتول په کې په پام کې نيول کېږي.
خو اوس زياتې غيردولتي راډيوګانې شته، چې د بهرنيو انجوګانو لـه خوا اکمالېږي. دغه راډيوګانې د عام ولس د نظر رااړولو لپاره داسې رپوټونه او مرکې هم خپروي، چې د پانګه ورکوونکي يا هغه هېواد پرضد وي، چې دغه راډيو يې پر پښو درولې ده، لـه همدې کبلـه بهرنۍ راډيوګانې زيات اورېدونکي لري. دا وخت خلک حقيقت ته زيات ارزښت ورکوي او هغه راډيو چې د حقيقت په خپرولو کې صرفه نه کوي، خلکو ته زياتې نژدې او محبوبې وي.
",راډيويي چارې او كمپيوټري اسانتياوې (دويمه برخه)
3426,,"
د غويي ١٩، ١٣٤٨
کابل: د افغانستان په ختيځ کې د لغمان په ولايت کې د نامالومو جنګياليو او امريکايي ځواکونو تر منځ په جګړه کې د يکشنبې په ورځ دوه امريکايي سرتيري او ٢٣ جنګيالي وژل سوي.
امريکايي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې امريکايي پوځونو په سيمه کې په ګزمه بوخت وو چې د يوې ٢٥کسيزي وسله والي ډلې له خوا ورباندې بريد وسو او دواړه لورې د پينځو ساعتونو لپاره په جګړه کې ونښتل.
په دې وروستيو کې د افغانستان په سهيل او ختيځ کې د امريکايي او افغان ځواکونو په وړاندې چريکي بريدونه چې پړه يې په طالبانو اچول کېږي په پراخه کچه ډېر سوي چې شنونکي يې د طالبانو د هغه هوډ پياده کېدل بولي چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ګډوډولو لپاره يې د سختو بريدونو ګواښ کړى وو. ",د لغمان په جګړه کې دوه امريکايان او ٢٣ جنګيالي وژل سوي
3427,,"
کابل: وروسته له هغه چې په خوست کې چارواکو شکايت وکړ چې په کابل کې دولتي اداري په پښتو رسمي مکتوبونه نه مني په يوه بله بيلګه ييزه پېښه کې د اطلاعات او کلتور وزارت اوس وايي چې دوى په پښتو ژبه خبرونه هم نه مني.
حاجي برات محمد مشعل، د پکتيکا غږ راډيو مشر بينوا خبريال ته د دوشنبې په ورځ وويل چې ده به له پکتيکا ولايت نه په پښتو ژبه خبرونه په کابل کې د باختر اژانس عمومي رياست ته راوړل خو اوس د همدې رياست چارواکو ورته ويلې چې نور نو خبرونه بايد په پښتو را نه وړي.
نجيب الله د باختر اژانس د کورنيو خبرونو مشر ده ته ويلي چې خبرونه بايد په پاړسي ژبه راوړي او که په پښتو د کومو خبرونو د خپرولو اړتيا وه دوى به يي وژباړي.
د پښتو په برخه کې د رهين تر مشرۍ لاندي د اطلاعات او کلتور وزارت نه له ډېري مودې راهيسې خلک سر ټکوي چې د نورو ژبو سره په پرتله د ډيرکيو له دې ژبې سره د مور او ميرې سلوک کوي او په راډيويي، ټلويزوني او چاپي خپرونو کې ډېره لږ برخه ورکوي. کتونکې په دې باور دي چې اوس د اطلاعات او کلتور وزارت په يوازيني سرکاري خبري اژانس کې هم له پښتو سره تبعيض پيل کړى دا کېداى سي د همدې وزارت په وړاندې د خلکو غوسه نوره هم راوپاروي.
",باختر اژانس ته په پښتو خبرونه مه راوړئ!
3428,سورغر توخی - غوړه مرغه,"
١٣٨٤ د غويي ١٩ ( سورغر توخي – کندهار )
د لــــــــوی کندهار فرهنګي ټولنه
د سهېل لوېديځي حوزې ټولو فرهنګي ټولنو د لوی کندهار فرهنګي ټولني په نامه يوه اداره جوړه کړه .
په دې اړه پرون د غويي دمياشتي پر ١٨مه نېټۀ د ماښام پر شپږ بجې په کندهار کي يوه غونډۀ جوړه شوه چي ددغو ټولنو استازو اوغړو په کي ګډؤن درلود.
په غونډه کي چي دبينوافرهنګي ټولني ،هيوادکلتوري ټولني، احمدشاباباعلمي ټولني ،مړوند ادبي ټولني ،ميوندادبي ټولني، شيخ متي ادبي ټولني ،ترنک ادبي ټولني ،بست فرهنګي ټولني ، دکندهاردراډيوټلويزون ادارې ،افغان مطبوعاتي فرهنګي مرکز،داطلاعاتواوکلتوررياست او دکندهارازادوکلتوري اشخاصو ليکوالواو شاعرانو داستازو په نوښت دسهيلي حوزې دفرهنګي د پرمختګ او ګډو چارو د ترسره کولو په اړه خبري وشوې .
په نوموړې غونډه کي علامه عبدالشکوررشادبابا زوى ډاکتر طارق رشاد دلوی کندهاردفرهنګي ټولني د لنډمهالي مشر په توګه چي تر دريومياشتوپوري به وي افتخاري وټاکل شو ، په غونډه کي دا پرېکړه هم وشوه چي له دريو مياشتووروسته به دټولوټولنوپه ګډه ناسته او دپټواو ازادوعمومي رايوسره بل مشر تر دريو مياشتوپوري ټاکل کيږي .
دغونډي يوه تن برخه وال ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالمالک همت وويل ."" موږ ددسهيلي حوزي ټولنودلوي کندهارفرهنګي ټولنه په دې موخه جوړه وه چي ددي سيمي ليکوالان او فرهنګي ټولني يوځاي اوپه ګډه سره کار وکړي او هم په دي کارونوکي له يوبل سره همږغي اوملګري واوسي .
دکندهارپوهنتون پخواني ريس ليکوال او شاعراستادحيات الله ر فيقي دنوموړي غونډي دارزښت په اړه داسي وويل : که چيري دافرهنګي ټولني په ګډه اوملګرتوب خپل کارونه مخ بوزي ، له دينه به ښه وي چي په انفرادي ډول يي مخ ته بيا يي او دابه ددي سيمي په فرهنګي چاروکي يو ډول مثبت بدولون راولي داځکه چي دلته به يوالى موجود وي ""
نوموړي په دې اړه زياته کړه چي : دادوخت تقاضا ده چي موږ او تاسو بايد په ګډه او يوځای کارسره وکړو موږ اوتاسو ټول ديوه ارمان او يوي هيلي لپاره کارکوو""
ښاغلی ډاکټر طارق رشاد چي په دې وروستيو کي د هالنډ څخه کندهار ته تللی دی د غونډي د برخه والو له خوا ددې ټولني مشر وټاکل شو .
ښاغلي ډاکټر عبدالرزاق پالوال د ښاغلي رشاد په اړه وويل ."" ډاکټرطارق رشاد به ددريو مياشتولپاره ددې ګډي جرګې مشري په غاړه اخلي وروسته به دبل مشرلپاره دپټواو ازدو عمومي رايو له مخي بل تن مشر وټاکو .
ډاکټر طارق رشاد د بېنوا ويبپاڼي د خبريال سره دخبرو پر وخت وويل : دا تيره غونډه ديوه ږغ پورته کولو لپاره مناسبه غونډۀ وه ترڅود ګډ تفاهم له لاري کاروشي او هم امکانات سره ګډ کړل شي ، نننۍ غونډي زه دلنډي مهالي دورې دمشرتوب لپاره وټاکلم ، زما تر دې درې مياشتنۍ دورې وروسته به داچاري درايه اچولو له لاري بل کس ته سپارل کيږي .
ښاغلي ډاکټر طارق د دې ټولني د ارزښت په اړه وويل : که داسي ټولني دلوی ننګرهار او لويي پکتياکلتوري ټولني جوړي کړي او کلتوري اشخاص داسي تفاهم رامنځ ته کړي اوورسته داسره وصل سي دا به دهيواد په سطحه ملي يوالی رامنځته کړي او کلتوري کارونو ته به ښه وده ورکړي .
په دې غونډه کي د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد تر ټاکلو وروسته د ټولني دمنشي او مرستيالانو د ټاکلو ازادي او پټي ټاکني ترسره شوې .
چي په دي رايو کي دښکلامجلې مسئول مدير عبدالقديم پتيال اوعبدالمالک همت مرستيالان او حاجي جماالدين ياور دمنشي په توګه وټاکل شول .
ليکوال او شاعر ښاغلي طالب رحيمي ددې غونډي جوړېدل د سيمي د فرهنګي چارو د لا سمون او پياوړتيا په لاره کښي يوه ډېره اغېزمنه هڅه وبلله ، او د ټولني ټاکل شوي مشر ښاغلي ډاکټر طارق رشاد او نورو مسولينو ته يې مبارکي وويل .
ددې غونډي په پای کي پرېکړه وشوه چي راتلونکې يکشنبې به يوه بله غونډه جوړوي ، او په هغې کي به دټولني تګلاره جوړوي ، همدا ډول به د هري غونډي په پای کي دراتلونکي غونډي له پاره نېټۀ او ځای ټاکل کيږي .
",په کندهار کي فرهنګي ټولنو يوه ګډه اداره جوړه کړه
3429,ننګيالی بڅرکی - هالنډ,"
١٩ د غويي ١٣٨٤
په خواشينۍ سره ناوخته خبرسوم چي خدای بخښلی ميرزاعلم حميدي د٦٤کالوپه عمرزموږڅخه دټول عمردپاره په مخه ښه وکړه نوموړي دادب دسېل يوه کوتره ،چي خپل دعمرٍډيره برخه يې په هيوادکي دپرګنودخدمت دپاره تېرکړی ؤ،اودادب په ميدان کي يونامتوشاعر،ژباړونکی ليکوال و. نوموړي دليکني خپل ځانګړی سبک درلود ،هغه آزادي ليکني کولې اودهيڅ چارواکي تراغيزي لاندي نه و راغلی.
دمرحوم حميدي ليکني ترکومه ځايه چي ماتعقيب کړي دي هغه دنوښتګرۍ سره مينه درلوده اوخپلي ليکنې هم دعلمي اورياليستيکواوٍصولوسره سم داينده اوراتلونکي انسان دپاره ليکل ، داسي ليکوالان زموږپه ټولنه کي ډيرکم پيداکيږي اوضايعه يې نه جبران کيدونکې ده.
مادمرحوم حميدي صاحب سره په څوبانډاروکي بانډارکړيدی، خوورستی بانډارمي په هالنډکي د امستردام په ښارکي ورسره وسو،چي ميرويس ظاهرهم هالنډ ته دميلمه په صفت راغلی و.
دهغه بانډارخوږاوپه زړه پوري و.خدای دي محترم ميرزاعلم حميدي وبخښي دده په مرګ سره دافغانستان منورين، ليکوالان ،اوپه هيوادکي دننه اودهيواه نه بهر ټوله خلک خواشني سوه ددې خبري معناداده چي داسي شخصيتونه په يوه کورنۍ ، قوم پوري تړلي نه دي ؛بلکي دوی په ټول ملت پوري اړه لري نودحميدي صاحب کورنۍ ته ،دمرحوم انډيوالانواودافغانستان ټولوخلکوته دزړه له کومي تسليت غواړم اودخدای له درباره ودته جنت غواړم (( روح دي ښاد وي ))
دمرحوم حميدي صاحب خواخوږی
ننګيالی بڅرکی
",د احمدشابابا د علمي او ادبي ټولني د خواخوږۍ پيغام
3430,,"
١٩- غويی ١٣٨٤ ماسکو
مسكو: د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، نړيوالې ټولني ته د دي بلنه وركړه، چې د دويمي نړيوالې جګړې درسونه په ياد ولري او د دغه ډول غميزي د بيا تكراريدو مخه ونيسي.
پوتين پر فاشيستي المان باندي د بري د ۶۰مي كليزي په وياړ په جوړ شوي پوځي پريډ كې د وينا په وخت كې په دي خبره باندي زور واچاوه، چې روسيه به د متحدينو: د امريكي د متحدو ايالتونو، انګلستان، فرانسي او د هتلر ضد ايتلاف د نورو هيوادونو مرسته، تل په ياد لري.
په دويمه نړيواله جګړه كې، شوروي اتحاد تر ټولو سخت تلفات وركړل. يوازي ځاني تلفات يې ۲۷ مليونه كسو ته ورسيدل او د المان د فاشيستي پوځونو په ماتولو كې يې پريكړوني ونډه واخيستله.
پوتين په دغو مراسمو كې وويل، چې روسيه په اوسني وخت كې خپل سياست د آزادۍ او دموكراسي د ايديالونو او پر دي بنسټ جوړوي چې هر دولت په خپله خوښه د پرمختيا د لاري د غوره كولو حق لري.
پوتين د روسيې او المان تر منځ له جګړي نه وروسته تاريخي پخلاتوب د اروپا تر ټولو قيمتي برياليتوب او د اوسنۍ نړيوال سياست لپاره ښه مثال وباله .
",فاشيستي المان باندي د بري ۶۰مه كاليزه ولمانځل شوه
3431,,"
١٩- غويی - ١٣٨٤ ماسکو
نن په مسكو كې پر فاشيستي المان باندي د بري د ۶۰مي كاليزي په وياړ يو شانداره پوځي پريډ تر سره شو.
په دغه پوځي پريډ كې تر ۷ زرو زياتو پوځيانو او د دويمي نړيوالي جګړي د وخت وسله په لاس عسكرو چې د هغه وخت يونيفورم يې اغوستي وو، په سره ډګر كې تير شول. د دوي په لاس كي د بري بيرغ چې د ۱۹۴۵ كال د مۍ په مياشت كې په نيول شوي برلين كې د فاشيستي المان د پارلمان پر وداني باندي درول شوي و، او د هغو پوځي قطعاتو بيرغونه وو، چې د جګړي په كلونو كې په ځانګړو برياليتوبونو وياړل شوي وو.
په هغو شانداره مراسمو كې چې نن په مسكو كې تر سره شول، د ديسانت عسكرو، سمندري پليو عسكرو، د كورنيو چارو د وزارت عسكرو او د حربي اكاډميو محصلينو برخه اخيستي وه.
د پريډ په وخت كې تر ۵۰ د ډيرو دولتونو مشران حاضر وو.
د پريډ د مراسمو تر پاي ته رسيدلو وروسته، دغو مشرانو چې په هغي كې د امريكي ولس مشر، جورج بوش، فرانسي ولس مشر، ژاك شيراك، د المان صدر اعظم، ګير هارد شيريدر، د چين ولس مشر، خوڅزين تاو او د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي، كوفې عنان هم برخه درلوده، د كرملين د ماڼۍ ديوال ته نژدي د بي نومي عسكر قبر ته ګلان كيښودل.
",په مسكو كې پوځي پريډ تر سره شو
3432,,"
١٩ غويی ١٣٨٤
مسكو: د المان صدر اعظم، ګيرهارد شريدر، د هغو كړاوونو له امله چې د المان فاشيستي رژيم د شوروي اتحاد اوسيدونكو ته ورپيښ كړل، د روسيې له ولس نه بښنه وغوښتله.
ښاغلي شريدر، د روسې د«کموسومولسکایا» له ورځپاڼي سره په مركه كې وويل چې بل يو ولس هم پر المان باندي د بري په وړاندي دومره لوړه بيه نه ده وركړي لكه چې شوروي ولس ور كړي ده.
د المان صدر اعظم، همدا اوس د جګړي د پخوانيو الماني برخه والو او د ځوانو المانيانو له يوي ډلي سره يو ځاي په مسكو كې دي.
",د المان صدراعظم د روسيې له ولس نه بخښنه وغوښتله
3433,,"
١٩- غويی - ١٣٨٤
مسكو: د روسيې جمهور رييس، ولاديمير پوتين، پر عراق باندي د امريكا د متحدو ايالتونو پوځي يرغل، د جورج بوش د حكومت سخته بهرنۍ سياسي غلطي ګڼلي ده. پوتين دغه خبره د سي. بي. اس. له امريكنې تلويويزيون سره په يوه مركه كې څرګنده كړه.
پوتين په عراق كې د صدام حسين د رژيم د رانسكورولو او په دغه هيواد كې د اوسنۍ وضعي د يادولو په ترڅ پر دي خبره باند ټينګار وكړ چې ديموكراسي نه شي صادريدلي.
",پوتين پر عراق باندي پوځي يرغل د امريكي غلطي وګڼله
3434,,"
",
3435,کوچۍ,"
١٩ د غويی ١٣٨٤
د امريکايې روغتيا پوهانو يوې څيړنې دا جوته کړی ده چې سګرټ د ماشومانو په ذهني ودې ناوړه اغيزه کوي. د دې څيړنې له مخې هغه ماشومان چې د لويانو د سګرټ څکولو په وخت د سګرټو لوګې تنفس کوي، کله چې د ښوونځی عمر ته ورسيږي نو رياضي او ساينسي مضامين سم نه شي زده کولی .
په امريکا کې د نږدې ٤٥٠٠ ماشومانو له څيړنې وروسته د ا جوته شوی چې د سګرټو له لوګي سره داسې يو ډول مواد د ماشوم د سګو له لارې ويني ته ننوزي چې کولې شي په ماغزو يې بد اثر وکړي.
دوي هغه ماشومان چې د سګرټ څکونکو په چاپيريال کې و او هغوي چې د سګرټو له لوګی څخه لري و، په جلا جلا توګه د څيړنې لاندې نيولي و او پورتنۍ نتيجې ته رسيدلي و.
اوس په نړۍ کې ډېري هلې ځلې روانې دي چې پلارونه او ميندي د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکی لپاره نه يواځې سګرټ پريږدي ، بلکې هڅه کوي چې هغوي د سګرټ څکونکو له چاپيريال څخه لري وساتي.
د برطانيې حکومت اعلان کړی دی چې تر راتلونکو څلورو کالونو به په ډېرو عامه ځايونو کې د سګرټ په څکولو بنديز ولګول شي.
روغتيا پوهان هم د خلکو نه غوښتنه کوي چې د ماشومانو په چاپيريال کې د سګرټو له څکولو نه په کلکه ډډه وکړي.
",د سګرټو لوګې د ماشومانو ذهني ودې ته زيان رسوي
3436,عبدالله احسان,"
١٩ غويی ١٣٨٤بي بي سي :
د افغانستان تکړه او نوميالی سندغاړی
نصرت پارسا ځوانيمرګ شو
د افغانستان يو وتلی سندرغاړی نصرت پارسا تېره شپه په يوې پېښي کي ومړ .
( انالله و انااليه راجعون )
نوموړی تېره شپه په کاناډا کي د يوه کنسرت څخه وروسته د ناپېژندل شويو کسانو تر برېد لاندی راغی ، روغتون ته د رسېدلو وروسته مړ شو .
نصرت پارسا د شرقي موسيقۍ يوه بااستعداده څېره په يوې پيښي کي د موسيقۍ له بهير څخه د ابد له پاره جلا شو . نصرت پارسا پرون د کاناډا د ونکوور په ښار کي د يوه کنسرټ ورکولو څخه وروسته د څو تنو له خوا په وهلو ټکولو کي ووژل شو .
پارسا په اته کلنۍ کي په موسيقي پيل وکړ او د مرحوم استاد سرآهنګ شاګرد و . وروسته هند ته ولاړ ، هلته يې د استاد منور علي خان او پندت دېش خان شاګردي يې وکړه . کله چي المان ته مهاجر شو د موسيقۍ زده کړو ته يې دوام ورکړ او د استاد غلام علي خان چي د غزل نامتو استاد دی شاګرد پاته شو . افغان سندرغاړی نجيب حق پرست د نصرت پارسا په هکله داسي وايي : ښه ځوان و ، باتربيه ځوان و ، خوش اخلاقه ځوان و ، ښه هنر يې درلودی ، داسي يو هنرمند چي د افغانستان په جامعه کي لاسته راځي د زړه په وينو تربيه کيږي ، د زړه په وينو لاسته راځي . بايد سړی په ډېر احتياط داسي هنرمند وساتي ، مګر متاسفانه زموږ څخه په ډېر ارزانه له لاسه ولاړ سي . خدای دي له نصرت پارسا سره ښه وکړي .
بېنوا ويبپاڼه په داسي حال کي چي په تېرو څو مياشتو کي د خپل هيواد دهنر ، ادب او پوهي دلاري بې جوړې ځلانده ستوري يې يو په بل پسي له لاسه ورکړه ، د نصرت پارسا غم يې نور هم د زړونوپر سرونو يو نه هيرېدونکی داغ شو !
روح يې ښاده ، ياد يې تل پاته
د هيواد د دې نوميالي سندغاړي په اړه نور ډېر مالومات
د هغه په ځانګړې پاڼه کي ولولئ
د ارواښاد پارسا سندري :
قدم راواخله د لالي پر کور زړه شې ناوې ( اتڼ ) . . .
راشه ماته غلې ، ای نازولې ، پر مخ زرين خالونه . . .
د ځوانيمرګ نصرت پارسا د ژوند وروستی کنسرت
",افغان سندرغاړی نصرت پارسا په کاناډا کي ووژل شو
3437,يوسف هيواددوست - ډنمارک,"
١٣٨٤ د غويي شلمه
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان یو تن ګران او پخوانی غوره فرهنګي شخصیت استاد عبدالجلیل وجدي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
( لوی خدای دې ښه جنوتونه ور په برخه کړي )
استاد ( وجدي )د افغانستان د یو غوره لیکوال ،څېړونکي او ادبی منتقد په توګه د خپل خوږ ژوند زیاته برخه د افغانی هنر او ادب ،تاریخ لیکنې اوعلمي پلټنولپاره بېله کړې وه او ټول ژوند له قلم او لیکنو سره مل وو.
په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز د ارواښاد استاد ( وجدي ) مړینه د افغانستان د فرهنګ او علومو د برخې یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼي او په دې توګه د ارواښاد کورنۍ ،دوستانو ،همکارانو او شاګردانو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي او د خواخوږۍ له دغه پیغام سره هیله لري ،د استاد وجدي آثار او لیکنې راټولې او چاپ ته وسپارل شی .
په درنښت
د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي خدمتونو مرکز په استازیتوب
یوسف هېواددوست
",د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز د خواخوږۍ پيغام
3438,يوسف هيواددوست - ډنمارک,"
١٣٨٤ د غويي شلمه
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر واخیست چې د افغانستان یو تن پردېس او زیارکښ لیکوال میرزاعلم ( حمیدی ) په حق ورسېد .
( لوی خدای دې وبښي)
ارواښاد میرزا علم حمیدي یو له هغو لیکوالو څخه دی چې د نړۍ د یو شمېر غوره لیکوالو ځینې آثار یې په پښتو وژباړل او د پښتو د ادب دغه برخه یې لا پسې پیاوړې کړه .هغه د خپل روزنیز تخصص ترڅنګ بې شمېره ادبي او هنري لیکنې وکړې ،کیسې او داستانونه یې ولیکل ،نړېوال طنزونه او د نړۍ د پوهانو غوره ویناوې یې په پښتو وژباړلې او په دې توګه د یو غوره لیکوال په توګه ټول عمر له هنر او ادب سره ملګری پاتې شو .
په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز د ارواښاد میرزا علم حمیدي مړینه د هېواد د ادبي کړیو لپاره یوه خواشینونکې پېښه ګڼي او په دې توګه د ارواښاد کورنۍ ،دوستانو او ملګرو ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوي .
په درنښت
یوسف هېواددوست
",د خدای بخښلي حميدي په اړه د( خپلواکۍ ) د مرکز پيغام
3439,مجيد خان بابر - امريکه,"
١٣٨٤ دغويي شلمه
غــــزل
شيـــــــــــــــــــــــــــــــبې دبارانه چې ورېدې رايادېدې
دګل غوندې مې زړه کې ټوکېــــــــــــــــدې رايادېدې
دستـــــــــــــــورو په ځلا کې را نه ورکه شوې ملګرې
سپوږمۍ غوندې په وريــــځ کې پټيدې رايادېدې
يو ﻻس يې په منګي بل يې په ډوډي د سيند غاړه
د نجونو لوپټې چې رپـــــــــــــــــــــــــــــــــيدې رايادېدې
دسروګلونوباغ ته بيګاه ســـــــــــــــــــتا په تکل وﻻړم
کلۍ دبلبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلانو شرميدې رايادېدې
خزانه! دبيلتون ترخه وختـــــــــــــــــونه دې راياد کړل
له ونو نه چې پا ڼــــــــــــــــــــــــــــــــــــې رژېدې رايادېدې
دمينې په مذهب يې مرتبه دمجنون راکړه
شعوره چې جنون ته پسـخيدې رايادېدې
غـــــــــزل
په سورسالوکې لکه ګل ښکاريده
ښکلې والۍيې ځل وبل ښکاريده
چې له بڼوﻻندې يې پټ پټ کتــــل
زما دميــــــــــــنې په تکل ښـکاريده
په مرمري غاړه دســـرو تاويز کې
سپيــــــــنه کوتره د کابل ښکاريده
يوه غوټۍ لکه دګل دلښــــــــــــــــتې
خوره وره په چارپيرچل ښکاريده
په حنا سرهﻻسونه تورې سـترګې
دبوډۍټال ګل سنبل ښـــــــــــکاريده
چې مې دخيال ورشو کې ورکه شوله
هوسۍ پريشانه دځنګل ښــــکاريده
",( زما دمينې په تکل ښکاريده )
3440,پوهنوال محمدبشير دوديال,"
پوهنوال محمدبشير دوديال
د پلان تعريف:
ډيره ستونزمنه خبره دا ده چې د بيلابيلو اقتصادي، ټولنيزو او سياسي شرايطو لاندې د اقتصادي لرې ليد""دورنما"" پروګرامونو لپاره د مطروحه دندو تعريف يا پلان جوړونه يا بل هر هغه هر اړخيز مفهوم غوره شي چې د ټولو لپاره صدق ومومي، خو موږ دلته عمدتاً د اقتصادي پرمختيا د مضمون په اړه د پلان لنډ مفاهيم توضيح كوو؛
پلان جوړونه هغه وسيله ده چې د ټاكل شويو موخو پر خوا چې د هيواد دچارواكو له خوا پخوا په پام كې نيول شول شوى، ټولنه روانوي، او لارښونه ورته كوي. د پروفيسور"" جاګان"" په وينا: موږ د پلان نومونه ډير زيات او په ډيرو مواردو كې كاروو، دا د يو كوچني شخصي كار تدبير او تر سره كولو څخه نيولى بيا د رسمي او سترو چارو ترسره كولو پورې خپلو خبرو كې راوړو. مګر دلته زموږ مقصد له اقتصادي اجتماعي پلان جوړونې Cociol- economic Planning څخه دى او هغه داسې تعريفولاى شو:
11پلان جوړونه د هغو تدابيرو مجموعه ده چې د چارو مسوولين يې په يو ټاكلې وخت كې، يو يا څو هدفونو ته د رسيدو لپاره په پام كې نيسې. يو شمير اقتصادي پوهان وايي چې د پلان جوړونې علم، په ځانګړو شرايطو كې اقتصادي قوانين د هغو د ټاكلو علتونو په پيژندلو سره او د ټولنې د عايداتو د لوړولو، د مجدد توليد د عمليې د ښه كولو، د اقتصادي پرمختيا د چټكولو لاره په ډير ښه صورت سره د تطبق وړ ګرځوي. يو شمير نور پوهان وايي د پلان جوړونې علم، اقتصادي قوانين په ځانګړو لارو چارو تر څېړنې لاندې نيسې او د اقتصادي پرمختيا لار پرې هواروي او آينده يي سنجوي.
له پورتنيو تعريفونو څخه دا نتيجه اخلو چې: پلان د هغو منسجمو تدابيرو مجموعه ده چې دهغو په پلې كولو سره په ټولنه كې د بيلابيلو سكتورونو لكه، كرنې، صنايعو، مالدارى، ترانسپورت، كانونو، ښوونې او روزنې، عامې روغتيا، ښارجوړولو، اوبو رسولو او نورو برخو كې هغه اهداف چې دټولنې د اقتصادي ځانګړتياو او عيني قوانينو يا شرايطو په پام كې نيولو سره په نظر كې وي، تر لاسه شي. د پلان جوړونې په هكله د اقتصاد د علم نامتو پوهانو لكه،Dr Dalton, Prof.Lewis, Dickinson,Zeweig, Myrdal او نورو له خوا بيلا بيل نظريات وركړل شوي دي چې داسې يې خلاصه كولاى شو.
پلان جوړونه هغه آګاهانه جريان دى چې د ټاكلو اهدافو، د ترلاسه كولو لپاره ترسره كيږي او د راتلونكي لپاره يو له بل سره تړلې فعاليتونه او اقدامات وړاندې كوي. د اقتصادي پرمختيا په اړه په مشخصه توګه ويلاى شو چې پلان جوړونه د هغو ټولو تدابيرو مجموعه ده چې داقتصادي پرمختيا په مگنظور د يو اقتصادي مقام لخوا د هغو اهدافو د رسيدلو لپاره ترسره كيږي كوم چې دهغو څخه اصلي مقصد د اقتصاد پرمختيا او په ټاكلې وخت كې د پرمختيايي اقتصاد د مشخصاتو، نښو او معيارونو له منځه وړل او د يو پرمختللې اقتصاد د معيارونو رامنځته كول وي.د اقتصادي پلانونو تيوري يوه نوې اقتصادي ښكارنده""پديده"" ده چې په تيره بيا د شلمې پيړى په دويمه لسيزه كې يې غوره پايلې تر سترګو شوې.
د پلان جوړونې تيوري لاندې درې موضوعات رااخلي:
پلان ټولنيزه او اقتصادي برخه، د ټولنې د اړتياوو د پوره كولو لپاره د مجدد توليد او ملي عايد د لوړولو د تدابيرو عملي والى يا د تطبيق ممكنه لارې چارې يې.
د پلان د اسلوب پيژندلو برخه د اقتصادي تعاملاتو علمي پيژندنه ده چې هدف ته د رسيدو تجربه شوې لارې چارې څرګندوي.
د پلان د تنظيم برخه، د پلان د تخنيكي او تشكيلاتي چارو ترتيب او په ټولو ټولنيزو او اقتصادي برخو كې د پلان اجراء څېړي. د دغو ټولو برخو تر منځ يو دياليكتيكي"" سره پيلې"" اړيكي شته.
دا چې د اقصاد علم په مجموع كې هغه ټولنيز علم دى چې د ټولنې پراخو غوښتنو ته محدودي سرچينې بيلوي، په تيره بيا په پرمختللو هيوادو كې هر راز سرچينې"" منابع"" لكه طبيعي منابع، بشري او سرمايوي منابع ليږي دي. نو له دغو محدودو منابعو څخه ډيره ښه او ګټوره استفاده د يوې ټاكلې كړنلارې لاندې د پرمختيايي اقتصاد راتلونكې تګلورى جوړوي، داسې تګلورى چې دهغې له مخې له محدودو منابعو نه اعظمي ګټه پورته شي او هغه بدلونونه رامنځ ته شي. دا خبره بايد هرو مرو په پام كې ونيسو چې پلان جوړونه يوازې پرمختيايي هيوادونو كې نه تطبيقيږي، بلكې پر مختللې صنعتي هيوادونه هم پلان جوړونه تطبيقوي خو پدې بحث كې زموږ له يوه پرمختيايي اقتصاد څخه دى نو ځكه په دې هكله زيات تماس نيسو. سره له دې چې نن روځ په اقتصاد كې د پروګرامينګProgramming نومونه هم دود دي خو په معنى كې هماغه د تدابيرو مجموعه افاده كوي. په دې ډول نه يوازې پرمختيايي اقتصاد بلكې پرمختللى اقتصاد هم د پلان جوړونې په ذريعه خپل بنسټونه كلكوي.
په يوه پرمختيايي اقتصاد كې له ټولو مادي او معنوي منابعو مناسب تنظيمول د هغاوى د ترقى راز دى. په پرمختيايي هيوادونو كې اقتصادي پرمختګ او وده په عمومي ډول ډيره ورو او ځنډنى ده او هغه اقتصادي ستونزې چې دوى وروسره مخامخ دي، پرته د يو مركزي ارګان له مداخلې په بشپړ ډول له منځه نشي تلاى. په دې ډول پلان جوړونه د يوې مركزي كلكې كړى په توګه د پرمختيايي هيواد اقتصاد رهبري كوي، د علم او تخنيك د پرمختګ، د ملي عايد لوړيدو، د اقتصاد ټولو څانګو دائمي او دوامداره اوچتول، د خلكو د ژوند د مادي او معنوي اړخونو ښه كول، دټولنيز توليد د مثمريت او د كار د مولديت زياتول د پلان مهم مفهوم جوړوي.
د پلان جوړولو نړيوال تجارب:
لكه چې وويل شو پلان جوړونه د اقتصادي علومو يوه نسبتاً نوې څانګه ده، نن ورځ هيڅ يو داسې هيواد نشته چې په هغه كې پلان په يوه نه يوه بڼه رواج نه وي. دا ناسمه خبره ده چې پلان جوړونه ګواكې په يو اقتصادي ځانګړي سيستم پورې تړلې وبلل شي. بلكې د اقتصاد د علم كلاسيكو علماوو او بيا ان دا چې د شلمې پيړى پوهانو په بازار كې د اقتصادي تعادل مسلې ته ډير اهميت وركاوه. د اقتصاد پوهانو له نظره اقتصادي بې كړكيچه پرمختيا او وده پرته د دولت له مداخلې بې له لارښوونې ناممكنه ده. په بيلابيلو صنعتي هيوادونو كې د اويايمې لسيزي او وروسته تر هغه د څو اقتصادي بحرانونو له پيښيدو، د بيكاريو د رامنځ ته كيدو( چې په المان كې آن په سلو كې تر 12% ورسيده) دغو بې ثباتيو وښوده چې بايد د اقتصادي، اجتماعي ودې لپاره د دولت له خوا پلان تطبيق شي. د دې تر څنګ هغه هيوادونه چې پرمختيايي اقتصاد لري، د خپل ځانګړي خصوصيت له مخې په كلكه سره پلان جوړولو ته اړتيا لري. په تيره بيا په اوسنيو شرايطو كې چې موږ ژوند كوو له يوې خوا د اقتصادي امكاناتو د لا پراخوالې او برتري طلبي تلوسه موجوده ده، له بلې خوا دا يو ضرورت دى چې يو وده موندنكى اقتصاد په منطق او معقوله توګه استوار شي. د پرمختيايي هيواد وګړي د هغه لوى واټن له كبله چې ټولنيزې پرمختيا له مخې د وى او د پرمختللو هيوادو تر منځ موجود دى ځوابيږي. د وروسته پاتې هيوادو چارواكې بايد ثابته كړې چې كولاى شي خپلې اقتصادي ستونزي له منځه يوسي او د علمي معقولو پلانونو په اجراء او تدوين سره خپل مادي او معنوي ژوند بسيا كړي. لكه هماغسې چې تقريباً ټول پرمختللې صنعتي هيوادونه په يوه ملي مقياس سره دپلان جوړونې بيلا بيل ډولونه عملي كوي نو پرمختيايي هيوادونه لا مجبور دي چې په پلان جوړونه كې ښه تجارب تر لاسه كړي. د نړۍ بيلا بيلو هيوادونو په تيره بيا وروسته تر 1929-1933 كلونو پورې اقتصادي پروګرام او پلان جوړولو ته ملا وتړله. تجاربو دا وښوده چې فرانسگې، ايټاليا، جاپان او د سكندنوياوي هيوادو كې د اقتصادي پرمختيا د پلانونو طرحه يو مناسب كار وو. له همدې امله فرانسې له 1949 كال راهيسې څو څو ځلې د يوې ټاكلې مودې پلانونه طرحه او عملي كړل او مثبت تجارب او نتايج يي تر لاسه كړل. خصوصاً په 1967 كې د دوى اووم اقتصادي پنځه كلن پلان ډير بريالى و. برتانيا هم د 60 لسيزي پلانونه او ايټاليې خپل دوه Pieraccini Plan او Vanoni Plan ډير بريالي تطبيق كړل همدا وخت جرمني هم دا تجربه ومنله او خپل پلانونه يي طرحه كړل. په همدې وخت كې Shanfield او Perroux د پلانونو په هكله ځانګړې علمي تحقيقات ترسره كړل، خصوصاً V.Luz په 1969 كې په لندن كې خپل يو اثرPlanning for the market economy په نوم خپور كړ او په هغه كې يې دفرانسې د اقتصادي پرمختيا تحليل ترسره كړ. د دوى خصوصياتو په اقتصادي پلانونو كې حتى تشويقي، حمايوي موارد، د شركتونو ګډې همكارى، مستقيمې او غيرمستقيمې سبسايديې ته پاملرنه وكړه. دوى ځكه هم دقيق، پيش بيني شويو، لارښودو پلانونو ته اړتيا درلوده چې ځينو انحصارنو"" مونوپولونو"" دومره پياوړتيا ومونده چې ورو ورو يي ټول سيستم "" بازار"" تر اغيزې لاندې راوست او حتى د "" قاتلانه رقابت"" ويره موجوده وه، بل دا چې خصوصي متشبيثين يا علاقمندان نه وو، يا يې دا توان نه درلود چې عام المنفعه تاسيساتو، پروژو لكه بندونه، ويالو، سړكونو، د بريښنا تاسيسات، ښارجوولو او نورو كې پانګه واچوي. نو ځكه د دغو برخو پانګه اچونه او هغه هم معقوله علمي او پلانيزه بڼه د دولت په غاړه ولويده او تر ټولو مهمه دا چې د طبيعي شتمنيو او منابعو د ساتنې په هكله هم د دولتي پلانونو دنده ډيره مهمه وه لكه د ځنګلونو ساتنه، د ځانګړو ځايونو ساتنه او د كرنې او څښلو لپاره د اوبو رسول او نور. دغه راز دولتونو دا اړتيا احساسوله چې بايد نوى رامنځ ته شوې صنايع د وارداتو له رقابت څخه وساتي او د استخدام لازم فرصتونه ايجاد كړي.
نو ځكه د پلان جوړولو له لارې يې د بازار د نواقصو اصلاح كولو ته ملا وتړله او منابع او سكتورونه يې ټاكلې لورې ته رهبري كول.
تر 1928 پورې مكزيك يو وروسته پاتې هيواد بلل كيده، دغه وخت د دې هيواد جمهور رئيس Plutarco يو اقتصادي پلان تر اجراء لاندې ونيو، چې ډيره ښه پايله يې لرله چې د نوموړي نوم تر اوسه ژوندى دى.
دغه راز په 1933 كې ستر سياستمدار ښاغلي M.Visvesvaraya د ملي عايداتو دوه برابره كيدو لپاره د ميسورې پرنسيبونو يو پلان پر مخ بوت، هند د نامتو شخصيت فقيد"" جواهر لعل نهرو"" د پلان لپاره يوه ملي كميټه رامنځته كړه. مرحوم جمال عبدالناصر داسې مدبرانه پلانونه په نظر كې لرل چې ټولو عربو هيوادو ته سرمشق كيداى شول. همدارنګه په 1969 كې د اګست په پنځلسمه د فوق العاده فرمان له مخې دولتي صلاحيت لرونكي ارګان د پلان لپاره توظيف شو. الجزاير هم يوه ډيره لوړه دولتي شورا دپلان د طرحه كولو ته او د هغه تطبيق كولو ته اړم كړه چې پايله يي له 1969-1971 كلونو پورې صنعت په سلو كې 60 زياتوالى و. په دې توګه دغو تجاربو زيات شمير نور هيوادونه پلان جوړولو ته وهڅول. په 1960 كې 14 آسيايي، افريقايي او دلاتينې امريكا هيوادونه د ملګرو ملتونو د څانګې تر نظارت لاندې پلان جوړونه او د اقتصادي اجتماعي پلان تطبيق وآزميل چې ارقام يي په ترتيب سره له 18 څخه تر 26 ته لوړ شول"" په اوسط ډول"" نو د لاتينې امريكا نامتو اقتصاد پوهPaul Prebsch ځكه په اقتصادي پلان جوړونو ډير تاكيد كاوه. په 1968 كال كې د پرمختيا د يوې نړيوالې ستراتيژى په لور د ملګرو ملتونو د نيويارك د كنفرانس د دويمې غونډې هم د مثبتو تجاربو له مخې د پلان جوړولو په خپل اووم كنفرانس كې دپلان په هكله خپل تجارب شريك كړل. ملګرو ملتونو د 1965 څخه تر 1971 پورې د ټولنيزو پلانونو د تطبيق په پايله كې په 37 هيوادو كې د اقتصادي ودې زياتوالې په منځنى توګه په سلو كې 5،5 وښوده. ",اقتصادي پلان جوړونه
3441,جلال خپلواك,"
جلال خپلواك
پوهېږم؛ ځينې لوستونكي به دا ګومان وكړي چې بيا ورڅخه موضوع وركه شوې او اوس يې لكه چې دا بله ربړه رامنځته كړې ده. زه د هر يوه خبره منم، خو له خپلې خوا ورته دا وايم چې نن د خپلې پوهې او عقيدې له مخې دومره تر فشار لاندې راغلى يم چې په زوره هم له څه ليكلو ډډه نه شم كولاى. زه شعر لولم، اورم او ډېر يې وايم. شعر خوند راكوي، هر ډول چې وي؛ چې په هره پاڼه كې يې ووينم، نو لولم يې، كه چېرې يې اورم نو آرام غوږ ورته نيسم، د ساري په توګه زه داسې بيتونه د ليندۍ لپاره په كمربند كې تيار ايښودل شوي غشي ګڼم:
كله لرې ميكدې ته، كله برې ميكدې تههغه رند يمه چې درومم هرې هرې ميكدې تهتېروتم د يار په سترګو كله باز كله شاهين شمماوې راغلې له جومات نه برګ وزرې ميكدې ته
(د ښاپېرۍ ورغوى:152مخ)
زموږ ښكلې پښتو الحمدلله نن سبا ښه ښايسته او بېشماره شاعران لري، كه چېرې موږ ورته پر يوه مهال صحنه جوړه كړو،كېدى شي چې هره ډله يې راته روښانه شي او ورسره بلد شو. زموږ ځينې شاعران ايله اوس راويښ شوي، ځينو يې له كټونو څخه پښې راكښته كړي او اوس يې تش د ښكلا د بدرنګ قاتل د اعدام خبر اورېدلى دى. ځينې هاغه دي راروان دي، څوك به را روانېږي او څوك به راورسېږي. خو ددې ټولو زلمو شاعرانو په سر كې داسې غښتلي او تكړه كسان هم لرو، چې تيار يې كمربندونه له غشو ډك او د هنر ليندۍ په لاس، د ښكلا د بدرنګ قاتل د اعدام په ډګر كې به د لومړي تكبير د اورېدلو انتظار كوي. ان شا الله دوى ته به د ښكلا د بدرنګ قاتل د ا
عدام پر ورځ د لومړي تكبير ويلو پر وخت د هر ډول چوپو احساساتو او كږو څرګندونو پروړاندې د امنيت ستونزمنه دنده ورسپارل كېږي. دا چې څوك به د ښكلا بدرنګ قاتل اعداموي، دا بېله خبره ده او له ځانګړې زاويې څخه كتنه غواړي. كه چېرې موږ د زلمو شاعرانو د ډلبندۍ پروخت لږه نوره ګستاخي هم روا وګڼو، نو دا كسان به زموږ ددې فرهنګي يون په سر كې هغه ځوان او تكړه غشي ويشتونكي وخېژي، چې د هر ډول ښكار چل يې زده او هررنګه نښه ويشتلاى شي. لكه پيرمحمدكاروان، عبدالباري جهاني، دروېش دُراني، رحمتشاه سايل او نور… زه دا نه شم ويلاى چې ګنې موږ دا درې څلورتنه سالاران لرو، د سايل صيب تر نوم وروسته مې ځكه د (او نور) مشخص تورى وليكه. ما وې هسې نه چې خبرې مې د چا د زړه د ماتېدو سبب شي. الحمدلله ډېر نور ځوانان مو هم غواړي چې د ښكلا د قاتل د قصاص پروخت له همزولو سره امن وساتي، د ساري په ډول پيكار صيب هم كار پيل كړى، چې خپل خواره واره غشي كمربند ته واچوي او پر ياده شوې ورځ ځان د امنيت ساتونكو له ډلې ثابت كړي. خو دلته به يوازې د همدې ليكنې د ښكلا لپاره دهغو غشو پر سرعت، د هدف ويشتو پر څرنګوالي او نورو ځانګړنو باندې وغږېږو، چې ځينې يې د چا د ښكلې ښاپېرۍ په ورغوي كې، ځينې يې د چا له ستورو څخه په ډكه لمن كې دي؛ څوك چې داسې پوښته كوي (د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟) خو خامخا به غشي ورسره وي او دا هم كېدى شي چې د يوه داسې قاتل د سر لپاره يې ساتلى وي، چې قوم يې ترېنه وژلى او قومولي يې ورشهيده كړې ده.
زما د جرم د ليل دا و پښتنو ملګرو!چې له دې خپلې پښتونخوا نه مې كشميرجوړاوه
(د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟:74مخ)
دا منم چې زموږ شاعرانو به هروخت د شهيدانو ستاينې كولې، كله به يې ورته له خدايه حورې غوښتې، كله به يې اووه واړه جنتونه ورته منسوبول او لكه به يې د هغه وينې او زخمونه يادول، خو داسې يې نه ورته ويل چې:
ته چې دارنګه روان يې د جنت پرطرف باندېاى شهيده!پرېږدي چاته وران كارونه ددې مځكې
(ستوري په لمن كې:186مخ)
هرچا ته لنډۍ (ټپه) خوند وركوي، هرڅوك پرې پوهېږي، ټول خلك يې پېژني او له دې څخه هم خبر دي چې همدې لنډۍ د پښتنو د ژوند څرنګوالى، د چاپېريال محدوديتونه او ځانګړتياوې، د وخت ناخوالې په غرونو او رغو كې د ساده مينې شاهكارې افسانې تردې ځايه په اوږو ورسره راوړي دي. خو دا پوهه، پېژندګلوي او خوند، زموږ د ډېرو بېژبو وګړو په زړونو كې ترهغه وخته چې لنډۍ لولي يا اوري ژوندي وي او د قوميت حس يې د تمدن پر لوري نه شي ورټېله كولاى، دا ځينې ځيرك او پاكنفسه كسان وي چې د خپل هېواد او ملي احساس په زور لنډۍ ته داسې امتياز وركوي، چې د (اوستا) سياله يې بولي.
حق دى چې موږ يې د زمريو پر څرمن وليكودې پښتنو ټپو سيالي د اوستاكړې ده (د ښاپېرۍ ورغوى:145مخ)
مين د معشوقې لپاره هرڅه كوي، هره خبره يې مني او هر نظري يې ورته ښه ښكاري؛ مينه خوند كوي، كه انسانانو په خپلو كې يو تربله مينه نه درلوداى، نو كېدى شي په نړۍ كې هرڅوك داسې يو له بله سره ورك واى، لكه له شاعر څخه چې كله كله توري تري تم شي. هرڅوك خپلې محبوبې ته د ډول ډول قربانيو ژمنه كوي، څوك د مجنون په څېر ورته له تن څخه غوښې پرې كوي او څوك د منصور په څېر په دار باندې هم ""انالحق"" نارې وهي.
خو سايل خپلې محبوبې ته د يوه رښتيني پښتون مين په ډول خبردارى وركوي چې:
چې ستا د سترګو دلداري پر سر د دار ونه كړم په ټيټو سترګو به دې خدايږو چې ديدار ونه كړم حق به لرې چې ماته خپله وفا ونه بښېكه په سنګر كې د جنګ هم ستا انتظار ونه كړم. (د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟:153 مخ)
په شعر كې هره خبره په ښه يا په نيمه ښه توګه كېدى شي، يانې په شعر كې د يوې ښكلې ونې صفت په داسې ژبه شونى دى، چې د تشبيهاتو، استعارو او ځانګړو خطابونو له امله په كمو ټكو كې به يې د ښكلا او طبيعت يوه برخه هم بې ستاينې يا بې غندنې پاتې نه شي. همداراز په شعر كې يوه ښكلا داسې انځورېدى شي، چې د هغې ټول شتون او كله كله خو د هغې اروايي او باطني غوښتنې د ځان پروړاندې داسې جوړې شي، چې د هر انسان د اروا او عقل سطحه تر اغېز لاندې راولي. لنډه دا چې: شعر د هر صفت او غيبت لپاره يوه بشپړه وسيله ده، خو ذوقونه بېلابېل دي. ماته خپله په شعر كې دا ډول پرځاى غرور ډېر خوند راكوي چې په هرحالت كې زموږ د پښتنو د طبيعت ځانګړتياوې ونه بايلي. هغه كه له چا سره د ديدن پر وخت وي، كه د جګړې يا تباهۍ او يا د خپلې دفاع په حالت كې. د ټولو په استازيتوب به په شعر كې د دا ډول غرور څو بېلګې راواخلم:
مالك د محلونو خو لوټمار وي د جونګړو كېدى نه شي د خاورو د كورونو څوكيدار (د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟:115مخ)
له پړانـګ څرمنه اړوو چې لنګې غواوې داړيپر څانګه ناسته مرغكۍ د كاڼي وار نه كوو (د ښاپېرۍ ورغوى:153مخ)
د لمر وجود زغملاى نه شي، د لمر نُور نه منيجانان مې خوى د پښتنو لري، تربور نه منيپه تندي باندې ستوري مه وړه غبار يوسه يار ته د خاورو قدر شايد وكړي، خو غرور نه مني. (ستوري په لمن كې:239 مخ)
د بحث پرخلاف؛ خو له موضوع سره سم به دلته د پيكار صيب له ځولۍ څخه هم يو غشى راواخلم، چې هغه دسر دنښې ويشتو وار مې دى. زه پوهېږم چې دا غشى بشپړ كار وركولاى شي:
دوى چې وېرېږي د محل له ساتندويو غشو دوى په بې وره خړو جونګړو كې خواران خوړلي (راز:70مخ)
د 1379 ل كال د يوولسمې مياشتې(سلواغې) څوارلسمه نېټه ده، مخكې راته يو لوى اليكين ايښى دى، تر كاغذونو لاندې د سباوون مجلې يوه ګڼه پرته ده، مخې ته مې (د وينو رنګ پر لمبو څنګه ښكاري؟)، ښي لوري ته مې د هيلې مجلې دوه ويشتمه ګڼه ايښې ده. دې سره جوخت يوه (لمن ستوري) هم راته ايښي دي، د پيكار د (راز) نيمه څنډه پرې رااوښتې ده ، تردې لږ هاخوا د1379 ل كال د زمري د ديارلسمې نېټې سهار ورځپاڼه هم تر سترګو كېږي.
د اوونۍ لومړۍ شپه ده او د ښاپېرۍ ورغوى مې كيڼ خوا ته پرانيستى پروت دى. په 158 مخ كې يې دا بيت د خپل درد او دخپلو سرحدونو په منځ كې د ځاني حس دټكور او دلاسې لپاره په زړه كې لولم:
نيمه شپه ده ويښ يم له يو چا سره غږېږم بيا مې د سندرو له پاچا سره غږېږم
كله چې د ښكلا پر ښارونو واكمن دېوان الوتل او كله چې ناانساني پاليسۍ مثبتې وې، د دوزخونو بدرنګ قاصد پر نيمه اسيا واكمن و، دى د خپل غرور په جامه كې نه ځايېده، يوه ورځ له برې خوا يو سوداګر چې لويې لويې هندارې يې په لاسونو كې نيولې وې ښار ته راننوت.د دوزخ قاصد چې د وينو او هډوكو په سودا پسې له درباره راوتلى و، خداىY يو دم د سوداګر پر لوري وربرابر كړ، ناڅاپه پر ځمكه راولوېده، الوتونكي د ېوان پرې راټول شول، دى چې شكل يې د بلا غوندې اوښتى و، د سوداګر په لاس هنداره كې يې خپله بدرنګه څېره ليدلې وه، الوتونكو دېوانو ته يې په لړزېدلي غږ وويل: هغه سوداګر له ښاره د برچو په څوكو وباسئ!. پر دې وخت يو لېونى او اورنى شاعر هم دې تماشې ته ولاړ و، د دوزخ د قاصد وروستۍ خبرې په اورېدو سره چې الوتونكو دېوانو ته يې وكړه د اورېدو پروړاندې ده هم له ځان سره په شونډو كې زمزمه كړه:
له ښاره د هندارو سوداګر باسي په زوره خپل شكل وېرولي دي بلا غوندې څه خلك (ستوري په لمن كې:213مخ)
انسان خامخا د ناخوالو تر اغېز لاندې راځي، كه چېرې تقدير وغواړي انسان به د هرې ستونزې په مقابل كې عاجز او بېوسه وي، يو انسان چې كله چې تر زغم زيات فشار لاندې راشي، كېدى شي چې خپله هستي يا د خپل چاپېريال هستي له ياده وباسي او يا له هغې څخه ګټه بېوخته او بې پايلې وبولي.
له چا څخه يې مرستې غوښتنو ته هم زړه نه كېږي. ځكه چې خپله مايوسي د بل مايوسي ده، انسان كه چېرې په يوه سخت كار ""لكه د سكرو د ډبرو په كان كې"" وګمارل شي، چې دده د مړينې خطر په كې وي، ، نو كېدى شي چې د خپلې ستونزې له امله دومره نهيلى شي چې يوه غوښتنه هم په زړه كې راجوړه نه شي كړاى. يوه ستړي ته كه څوك د امريكا خبرې راواخلي(البته چې دى يو غرنى وي) چې:امريكا داسې ښكلې ده، داسې هوټلونه، ودانۍ، پلورنځي، پاركونه او نور ښكلي ځايونه لري، نو كېدى شي چې ده ته خپل هېواد يوه كنډواله وبرېښي. ځكه چې وړاندېنۍ خبرې يې پر ذهن ژور اغېز ښندي. د هغو خبرو له لارې چې څومره له امريكايي چاپېريال سره بلد شوى وي، نو خپل چاپېريال ورته ناروغ برېښي. خو شاعر بيا داسې نه دى، شاعر ته كه هرڅوك ډېر ښكلي ښكلي شيان ور وښيي، په ښكلو ښكلو ماڼيو كې يې وګرځوي او د خپل هنر ښې بېلګې ورباندې وويني دى بيا هم له خپل چاپېريال څخه زړه تورى كېږي. بلكې په زغره او بېباكه وايي:
كلى لرو، غر لرو، له ستورو ډك اسمان لروشين د بوډۍ ټال ګوره نرى نرى باران لروداسې نه ده هم چې ګنې وخت ته وركوو ديكه زړونه لرو، مينه كوو، ښه ښكلى جانان لرو
(د ښاپېرۍ ورغوى: 165مخ)
له چا سره مينه كول له خداىY سره مينه كول دي، ځكه چې خپله اللهY فرمايي: څوك چې زما لپاره له چا سره مينه كوي، زه له هغه سره مينه كوم. د مينې هر مازيګر، ماښام او له شوګيره ډكه هره شپه د مين لپاره د قدر وړ وي، په مينه كې هر اسوېلى ورته د زړه ټكور او هر درد ته وياړ ښكاري. مينه له هرې چټلي او بدګوماني څخه (يو بېنيازه تورى دى). مينه د تور او سپين يا په ټوليز ډول د (چا) پروا نه كوي. خو كله كله وختونه هم رقيبان شي، چې بيا په داسې حال كې مينې ته د نيا داسې يو قفس ښكاري چې زه به په هغه كې د ژوند يا په هغه كې د مين د ژوند څرنګوالي د څرګندوونكو لفظونو پرځاى دا ډول ټكي… كېږدم، خو رحمت شاه سايل وايي:
وخت دې زموږ نظر له اوس هم زولنې جوړې كړيموږ چې په سترګو كې له يو بل نه سلام اخلو د دنيا خلك دې په موږه بدګومانه نه شيموږ خو سندرو له له مينې نه ا لهام اخلو. (د وينو رنګ…31م)
دا درې كسه زلمي شاعران د نثر او نظم څو څو ټولګې هم لري، د دوى د غزلو ترڅنګ نظمونه، منظومې او ازاد شعرونه هم لولو او خوند ترېنه اخلو.
د شعر د بري په اړه مې لومړى نظر دا دى چې: ښه شعر بايد د پياوړي رديف ترڅنګ سندريز او څپاند اهنګ ولري. قافيه يې له رديف سره پيوسته او پخلا وي، د هر لفظ تحرك لپاره مقدس، نرم خو، له مينې ډك توري بايد راوړل شي، چې موضوع نېغه د لوستونكي زړه ته ورسوي، خو ددې ترڅنګ ژوندى بيت هغه يو دى چې ژوندى انځور ولري، يانې د موضوع ترڅنګ د تجربې د ښه عملي كېدو په خاطر له موضوع سره په بيت كې يو داسې چاپېريال وكارول شي، چې له خپل پيوست څخه توري منځته راوړي او لوستونكي هغه موضوع په بيت كې داسې روښانه وويني، لكه څوك چې يې چاته په ګوته ورښيي. خو زموږ چاپېريال بل ډول دى، دلته هرڅوك له ځانه مخې څوك نه خوښوي، د هېچا هم يوه بل ته څه نه لورېږي.",درې غشي ويشتونكي
3442,,"
",
3443,هميم جلالزي، غزني,"
هميم جلالزي، غزني
د افغانستان ٣٠ کلنې سياسي ترينګلتيا له ځانه سره خورا زياتې ناوړه اغېزې د دغه هېواد پر اقتصادي، ټولنيزو، کلتوري او ... برخو پرېښې دي. خو څنګه چې د دود له مخې تل سياسي كړكېچ د نژاد له ګواښ سره مخامخ کول او يا هغه ته وده ورکول وي، نو پر دې بنسټ له نورو ټولو ډګرونو څخه پر دغه ټكې باندې راڅرخېدل هم ډېر وي. وروستيو څو لسيزو عملاً ټبري لوړ او ځوړ يونلورى جوت کړ او دا ټولو ومنله چې سياسي وزلوبه د کوم چل ول له مخې بايد پر مخ يوړل شي. که موږ د اوسنۍ نړي سياسي لرليد ته وګورو، نو په پوره ډاډ سره ويلاى شو چې له هرڅه نه زيات ارزښتناک د يوه سم سياست پر مخ بېول دي، چې له دې سره نه يوازې د سياسي څېرو او اډانو د پايـښت راز تړلى دى، بلكې د خلکو لپاره هم د ژوندانه د ګراف ټول ټكې له مثبته تر مثبته پورې ټاكې. په افغانستان كې تر ټولو هغو څيزونو- چې په غيرشعوري توګه پر مخ وړل شوي دي، سياست لومړى ځاى درلود. د اپه دې مانا چې په افغانستان كې سياست د ځان د ګټې او د سيال د پرځونې يو روښانه انځور دى، چې بېلګې يې همدا تېرې ترخې کودتاوې او د سياسي پولو او دريځ ادلون بدلون دى .
کله چې سړى د سياسي فلسفې يون او کړكېـښ ته ګوري، نو ارومرو يې ذهن ته د زورزياتي مانا رسېږي. که څه هم ښايي دا ليکنه يو څه اوږده شي خو موږ غواړو پر څو خبرو باندې يو څه رڼا واچوو.
١ – کرزى، ژمنې او هيلې.
٢ – د افغانستان راډيو او ټلويزيون.
٣ – مډالونه او وياړنې.
٤- د سلاکارانو ټاکل او ژبنۍ ستونزې
او وروستۍ خبره به مو هم سياسي ټرمينالوژي وي.
کله چې درې مياشتې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره كېدلې، نو کانديدانو هم بېدرېغه منډه ترړې وکړې، چې خلک د ځان او په ترڅ كې يې ولسمشر شي. د کانديداتورۍ د فلسفې له مخې، هر کانديد خپله درنه او د بله سپکه په رسنيو كې انځوروله. چا به يو څه او چا به بل څه ويل. د کانديدانو په منځ كې يو هم ښاغلى کرزى و چې افغانانو يې تېر درې کلن کارونه ارزولي وو، چې څه يې ترسره کړي وو او په څه كې هم پاتې راغلى و. ښاغلى کرزى هم د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ كې له نورو څخه يو ګام هم شا ته نه شو، بلكې تر هغوى يې ښايي ژمنې هم خوږې او هم په زړه پورې وې. د کرزي يوه ژمنه هم د ملي يووالي، ولسواكۍ او ملي پيوستون خبره وه او تل يې دغه درې خبرې- د وينا پيل او پاى بلل كېدې.
خلکو هم د باور له مخې کرزي ته رايې ورکړې او په دې ګروهه وو چې نور به نو حق حقدار ته ورسېږي. د کرزي صاحب د ژمنو په اړه خلکو ډېر څه ويل او دا يې په نېک فال نيولي وو چې که کرزي په خپله کابينه (منځمهالي دولت) كې سم او پر ځاى بدلونونه راولي، نو ښايي چې وروسته به ټولې چارې همدا بڼه غوره کړي. خو کله چې کرزي د غوځ ډېركي په مټ ټولټاکنې وګټلې، نو بيا که څه هم په کابينه كې ښه پر ځاى بدلونونه را منځته شول، خو ځينې داسې ټكي هم شته چې نه يوازې پر کرزي باندې د خلکو باور ته زيان اړوي، بلكې د خلکو لپاره يې هم پايلېي منفي راخېژي. د بېلګې په توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او چارواكي يادولاى شو. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څو نورو وزارتونو تر څنګ له هغو وزارتونو څخه دى، چې د اساسي قانون په وړاندې يې تل خپلې ناروا کړنلارې ته دوام ورکړى دى او ورکوي يې.
که د افغانستان راډيو- ټلويزيون وګورو او يا نورې دولتي رسنۍ وځيرو، نو تل يې دا هڅه او هاند کړى دى، چې نه يوازې پښتو پرمختګ ته پرې نه ږدي، بلكې محکومه يې وساتي او پر حقوقو باندې يې په پټو سترګو پښې كښېږدي.
که سړى د افغانستان راډيو- ټلويزيون ګوري يا اوري، نو په ډاډ سره به ووايي چې دا خو د افغانستان راډيو- ټلويزيون نه، بلكې د ايران راډيو- ټلويزيون دى. دا چې د پښتنو پر غوڅ اكثريت ٦٢.٧٣ سلنې (فيصده) باندې سترګې پټېږي او هغه غوڅ برى هم له پامه لوېږي چې کرزى يې په غوڅ اكثريت د سيالانو په مخ كې سرلوړى کړ، دوه اړخه لري: د ښاغلي کرزي لپاره د دې پر ځاى چې ځان ورڅخه ناګاره ونيسي بايد د دغه غوڅ اكثريت ژبني او کلتوري محکوميت ته پام کړى واى او خپل حق يې ورته د هغې مېړانې په بدل كې ورکړى واى، چې نوموړى يې د سيالانو په وړاندې د سياسي لوبې ګټونكى اتل ونوماوه. د دې پر ځاى چې دغه اتل ټبر (پښتون) نور د ژبني او کلتوري ښكېلاک له لومو څخه وساتي، لا يې محكوم كړى او ټول حقونه يې ترې اخيستي دي. ده بايد لومړۍ پرېکړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوم په اړه کړې واى، چې تر لسګونو كلونو تاريخي پېر راوروسته د دغه وزارت د وزير د ځانګړې پاليسۍ له مخې په ”اطلاعات و فرهنګ“ باندې بدل شوى دى. دويم ګام يې بايد ارو مرو د سمون په اړه اخيستى واى او د دې پر ځاى چې د يوې ډلې يا ټولۍ له موخې سره سم له پښتو ژبې څخه پاكېږي، بايد پښتو په رښتيا هم د اكثريت د حقونو له مخې په ملي بڼه اوښتې واى، چې ښاغلى كرزى له يوې خوا اساسي قانون ته ژمن پاتې شوى واى او له بله پلوه به يې د ملي ژبې حق هم پر ځاى کړى واى.
بيا هم خبره د اطلاعاتو او کلتور د وزير په باب اوږدوو. ډاكټر سيد مخدوم رهين هغه وزير دى چې د تېرو درېيو کلونو په ترڅ كې يې بېلابېل مډالونه او وياړنې ترګوتو کړي دي. دا چې دغه مډالونه به څومره پر ځاى ورکړل شوي وي، هغه به اوس تاسو ته د پرېکړي لپاره وړاندې کړو.
ښاغلي رهين څه وخت وړاندې د مطبوعاتو په ډګر كې د خپل غوره چوپړ له امله په بهر كې هم د وياړ ځينې سمبولونه تر ګوتو كړل، خو که غوره چوپړ ته راشو، سړى حيران شي چې رهين او غوره چوپړ؟!.
که دا چوپړ وبولو چې په هېواد كې په سلګونو خپرونې چاپېږي، دا ښايي د رهين چوپړ نه وي، ځکه دا د ولسواكۍ د يوه اصل په توګه منل شوي توکى دى، چې د وينا ازادي به شتون لري. له بلې خوا که د خپرونو څرنګوالي ته سړى ګوري، بيا هم د غوره چوپړ په توګه د رهين د کوم نوښت شاهدي نه ورکوي او که دا غوره چوپړ وي چې پښتون ليکوال که حق هم ووايي او محکمې ته ورغوښتل كېږي او يا پلټنه ورڅخه كېږي بيا خو يوه لاره لري!!!
يوه بله خبره هم راياده شوه او هغه دا چې ښاغلي رهين ته خپل دريځ د اسلام د موقف په پرتله ډېر ارزښتناک دى، يانې کله چې محمديار او صالح پر نوموړي كومه نيوکه کوي، هغوى له دې امله چې د ده دريځ ته زيان رسوي، څارنوالۍ ته راغوښتل كېږي او که د (افتاب) مسوول مدير پر اسلام باندې نيوکه کوي، هغه نه يوازې چې څه ورته نه ويل كېږي، بلكې د تېښتې په برخه كې هم ورسره مرسته كېږي . نو له دې څخه څه اټكل كولاى شو- ايا رهين ته خپل دريځ غوره دى، که د اسلام دا؟
خو سړى هک پک پاتې شي، چې رهين د کوم غوره خدمت له مخې مډالونه ترلاسه کوي. دويمه خبره دا چې رهين نه يوازې دا چې له بهره مډالونه راوړي، بلكې په هېواد كې دننه هم کله ناکله په مډالونو باندې د ده د غوره چوپړ!!! له امله نازول كېږي.
څه وخت مخې ده ته بيا هم د ده د کار له امله د ملت د بابا له خوا د سيد جمال الدين افغان مډال ورکړ شو.
خو له دغې خبرې څخه سړى لږ په اندېـښنه كې شي او هغه دا چې ښاغلي رهين خو د ارواښاد سيد په اړه نه کوم نېک نظر څرګند کړى او نه يې هم د هغه په برخه كې کوم د پام وړ کار ترسره کړى دى.
که تاسې د کابل پوهنتون په انګړ كې د سيد جمال الدين افغان قبر ته ورشئ، ژړا به مو پرې راشي، ځکه اوس د پوهنتون په انګړ كې د شپې لپاره هلته ځينې ځناور ورځي. دغه راز درسته ورځ کله ورباندې جنګ او کله ورباندې لوبې کوي.
د دې پرځاى چې رهين د سيد مډال تر ګوتو کړي، بايد د احمدظاهر مډال ورکړل شوى واى، ځکه اصلي خدمت خو يې هغه ته کړى دى، چې پر قبر يې شاهانه ماڼۍ ودروله او که احمدظاهر ته د چوپړ له امله ښاغلي رهين ته د سيد مډال ورکول كېږي، نو بيا ښايي چې تر رهين نور زيات مستحق کسان هم وي.
ځکه د طالبانو په سخته دوره كې رهين ولاکه په فرانسه كې د احمدظاهر نوم هم اخيستلاى سواى، خو د غږ مينه والو به يې دلته دا سندره زمزمه کوله چې: اګر ميخوارم ومستم به کس چه به کس چه؟
په اطلاعاتو او کلتور وزارت كې دننه اته سلنې (فيصده) کارکوونكي هم پښتانه نه دي او دغه راز يې د سلاکارانو مسئله هم د څو شېبو تم كېدو لپاره غوره کوو.
د ښاغلي رهين هم يو کار چې په ډېره ځيرکتيا يې ترسره کوي، هغه د سلاکارانو ټاکل دي. د منځمهالي دولت د واک پر مهال هم د دغه ښاغلي له خوا داسې سلاکاران په کار وګمارل شول، چې هغوى د ښاغلي رهين پښتوضد کړنلاره نه يوازې ټكي په ټكي پلې كېدل غوښتل، بلكې ځان يې يو ګام له هغه نه مخ كې شمېره، چې ښه بېلګه يې د مطبوعاتو شورا او د هغې له غړو سره د مور و ميرې د چال چلند خبره ده. په دې وروستيو كې د ښاغلي رهنورد زرياب تر ګوښه کولو وروسته د سلاکار په توګه داسې يو څوک راوغوښتل شو، چې نه يوازې د هغه له مفکورې څخه به د رهين ګټه څو چنده وي، بلكې د هغه د شتون تر شا له پرتې فلسفې څخه به هم ګټه واخلي. دا سلاکار ميرويس ظاهر دى، چې رهين نه يوازې د ده له شتون څخه ګټه پورته کوي، بلكې د پخواني پاچا له اغېزې څخه هم ګټې اخيستنې ته لار اواروي.
يو مهال به ډاکټر رهين د پخواني پاچا سيورى په کاڼو ويشت، خو نن د خپل پايښت لپاره سهار او ماښام د هغه سلام کوي. که د رهين موخه دا وي چې ميرويس ظاهر به د پښتنو په استازيتوب په موږ كې وشمېري، دا هم د منلو وړ نه ده، ځکه چې د هغه نه يوازې دا چې پښتو يې زده نه ده، بلكې غوږونه به يې ايله اوس د پښتو له نامه سره اشنا كېږي.
دغه راز کله چې ښاغلي مبارز، د وزارت د مرستيال له دندې استعفا ورکړه نو داسې باور كېده چې ښايي ځايناستى به يې د پښتنو استازى وي، خو دا فکر هم سرچپه وخوت او د ”اغاى“ سنګچاركي په ټاکنه مو له بارانه تر ناوې لاندي شپه شوه.
او وروستۍ خبره مو هم د سياسي ټرمينالوژۍ په باب ده، که څه هم ښايي دا زموږ له همدغې ليکنې سره ډېر اړخ ونه لګوي، خو څنګه چې خبره د ژبې ده، نو يادول يې اړين دي.
سياسي ټرمينالوژي د يوه نړيوال پرنسيپ له مخې به ملي ژبه وي، خو له بده مرغه په افغانستان كې د ملي ژبې په پرتله د لږكيو ژبه زيات رول لري او هرڅه ورباندې د قانون پر خلاف ليکل كېږي او په دې توګه د ٦٢.٧٣ سلني حق تر ١٢؟سلنې ځارول كېږي، چې موږ به يې دلته د بېلګې په توګه لکه: اطلاعات و فرهنګ، دادستان، دادګاه عالي، دانشګاه، دانشکده ... او نور ياد كړو.
خو پښتانه که هرڅو په دښتو او بانډو كې د دربدرۍ ژوند تريخ تېروي، خو د خپلې ژبې په قدر پوهېږي او ډاکټر رهين او د هغه د سوچ يارانو ته بايد دومره ووايو چې :
ته په خود يې که بېخود يې دا په څه شي لوبې کاندې
دغــــه ژبــه د درنــــو ده نـــه د هـــري نښې څلـــي
او په وروستيو شېبو كې بايد کرزي صاحب ته هم دا ورپه ياد کړو چې د هغه غوڅ اكثريت حق، رايې او نظر چې دى يې پر سيالانو بريالى کړ، بايد د پنجشېر تر هغې يوې رايې قرباني نه کړي، چې د ده د ټاکنو د منډوترړو پايله وه.
(د هوسۍ مجلې له پرله پسې نهمې ګڼې څخه په مننه) ",د سيد مډال د چا په چوپړ كې؟
3444,انځورګر,"
په دې وروستيو كې د خبري اژانسونو له خوا داسې خبرونه خپاره شول چې ګواكې په ګوانتانامو كې امريكايي سرتېرو د قران عظيم الشان سپكاوى كړى دى. په همدې تړاو نن په جلال اباد ښار كې يو ستر لاريون وشو، چې د دې ولايت په زرګونو اوسېدونكو په كې ګډون كړى و. دا لاريون د سهار پر ۸ بجو پيل تر لسو بجو پورې يې دوام وكړ. چې په كې د پوهنتون محصلينو، كسبګرو او نورو خلكو ګډون كړى و.
دوى د امريكا د ولسمشر بوش پرضد شعارونه وركول او د ده يوه نانځكه يې هم جوړه كړې وه چې اور يې ورته كړ او خپله توند احساسات يې څرګند كړل.
",په جلال اباد كې يو لوى لاريون
3445,وردګ جريده :,"
وردګ جريده :
دهېواد دفرهنګي او ټولنيز شخصيت اوژورنالېست عبدالجليل وجدي دمړينې له امله
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړچې چې دهېواد مشهور ليکوال ژورنالېست ، فرهنګي اوټولنيز شخصيت عبدالجليل وجدي دهجرت په ټاټوبي کې په حق رسېدلی دی٠ انالله وانااليه راجعون ارواښاد عبدالجليل وجدي زموږ دفرهنګ له مشهورو شخصيتونو څخه وو او دخپل ارزښتناک ژوند زياته برخه يې په مطبوعاتي او فرهنګي ادارو کې دخدمت په لاره کې تېره کړه او دمهاجرت په چاپېريال کې هم داثارو په ليکنې او فرهنګي کارونو بوخت و٠ ده يو شمېر مهم اثار په پښتو،دري او انګلېسي ژبو ليکلي او يايې ژباړلي دي اودځوانو ليکوالو او فرهنګيانو په ښوونه او روزنه کې يې نه هېرېدونکی رول لوبولی دی ٠ دده مړينه دهېواد دفرهنګ لپاره يوه ستره ضايعه ده زه د ارواښاد عبدالجليل وجدي د مړينې له امله دارواښاد کورنۍ او دوستانو اودهېواد فرهنګيانو ته دډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم دلوی خدای ج له دربار نه ارواښاد ته دمغفرت او کورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوم ٠ ",د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رئيس دډاډګېرنې پيغام٠
3446,کوچۍ,"
٢٠ د غويی ١٣٨٤
بي بي سي : په نړۍ کې تر ټولو لوي شرکت جنرل اليکټرک ويلي چې په داسې ټکنالوژۍ کې به اوس خپله پانګه اچونه دوه برابره کړی چې چاپيريال ته تاوان ونه رسوي.
جنرل اليکټرک د الوتکې د انجن څخه نيولې بيا تر بريښنا کوټ او کوچنيو ګروپونو پورې ټول الکتريکي توکي جوړوي.
نوموړي شرکت ويلي دي چې هر کال به يونيم مليارد ډالر د انرژي د توليدولو په داسې څانګو او توکو کې مصرفوي چې دچاپيريال دککړتيا سبب ونه ګرځي.
",جنرل اليکټرک د چاپيريال د نه ککړ تيا په توليداتو فکر کوي
3447,,"
٢٠ د غويی ١٣٨٤
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اروپا په اتحاديې ږغ کړی دی چې د افغانستان سره داوږد مهالو مرستو ژمنه وکړي.
په ستراس بورګ کې د اروپا پارلمان ته د وينا په وخت کرزي د افغانستان د بيارغونې لپاره د داسې مرستو غوښتنه وکړه لکه د دوهمې نړيوالې جګړی نه روسته امريکايانو د اروپا د بيا رغونې لپاره د مارشل پلان په چوکاټ کې ، کړي وي.
کرزي زياته کړه چې دا مرستې په افغانستان کې د ثبات د رامنځ ته کولو لپاره ډېري اړيني دي ، ځکه چې دافغانستان د بيا ودانولو بهېر به لس يا پنځلس کاله وخت ونيسي، تر څو په خپلو پښو ودريږي.
",کرزي د اروپاد اتحاديې نه د اوږد مهالو مرستو غوښتنه کړی
3448,محمود نظري,"
١٣٨٤ دغويي ٢٠مه پوهنمل محمود نظري - لندن
لوی سلامي
له پخوا نه پښتنو ښوروا ډيره خوښه وه او تر اوسه دوستان يو بل ته په پيرزويني وايي: که ښوروا خورې نو سر يې واهه چې چټ وکړې!
نو له همدې کبله پښتنو ته د دوی د خوشالۍ دپاره د هر شي سر غوړ ورپه برخه سوی دی :
د ځايو نومونه لکه پوهنتون، ورکتون ....... آن زيږنتون
په اردو کي د پرکمشر امرونه لکه ښي ګرځ ، کيڼ ګرځ ..... آن پروت
همداسي ملي کالي، ملي سرود.... آن لوی سلامي
( او کله کله به آن پاچا ﻻ هم پښتون سو، نو فها پښتانه به په کالو کي نه ځايده او تاوتاو بريتونه به ګرځيدله او نارې به يې واهلې: زموږ پاچا پښتون دی.خوهغه پښتون پاچا چي به پاچا سو بيا به يې پښتو هيره سوه او د نورو ژبو پرکتس سره به يې شوق پيدا سو، پښتنو به په خندا خندا يو بل ته ويل څه د زالم ځوی دی په توره شپه کي پاړسو وايي) .
دا دومره سر غوړ د پښتنو ګليسترول لوړ کړل او نورو ژبو دا مشهوره غزله ورته زمزمه کوله:
برخه ازلي ده پښتو څه راسره جنګ کړې...
د ځايو نومونه بدل سول پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!
د پرکمشر آمرونه بدل سوله پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده! پښتون اقليت وبلل سو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!
پښتون جاهل وباله سو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!
په ملي سرود کي د پښتنو نوم په لغته وواهل سو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده....
اصلي شی پاته دی : لوی سلامي !
نن ژړا راغله چي لوی سلامي هم وﻻړه او زړه مي ډک دی او غواړم وژاړم!
- ته مه ژاړه لومړی ما ته ووايه دا لوي سلامي څه شی ده؟
- ته په لوی سلامي نه پوهيږې!
- په جشنونو کي پاچا د باجه خاني سره ګارد معاينه کوی.
- څه رنګه؟
- په جشنو کي به پاچا د وصيت وروسته ، سر په ﻻس کي نيولی د ګارد مخي ته په سر خلاصه موټر کي ورغۍ. بله چاره نه وه او ګارد ته به يې ستړې مشې ويله. دې دومره وسله والو ته څه ويل هم زور غواړي. د ګار کومندان به ګارد ورته تسليم کړ او نارې به يې کړه:
پاچا ته د لوی سلامي لپاره سلاح قيد!
په يو وار به د سلاحو کريچی سو، پاچا به ورو سترګي خلاصي کړې د تندی خولې به يې پاکي کړې ژبه به يې پر شونډانو تيره کړه او به يې ويل:
ستړي مشی!
ټول ګارد به په يوه سلا نارې کره:
ژوند ژوند ژوند . . . ( يوه دعا ده)
او پاچا به دا د اړيړې غوړپ تير کړ( ګوره دا لوی سلامي هغه وخت په پښتو وه . . ! )
خو دا هم کرار کرار بدله سوه!
څرنګه؟
چي جمهوريت سو جمهور رييس به د ګارد مخي ته ورغۍ د لوی سلامي وروسته به يې وويل:
جمهوريت!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
زنده باد زنده باد زنده باد . . ( دا و باد باد ! )
بيا چي ديموکراتيک سو ديموکرات به د اړيړې د غوړپ د تيرولو لپاره د ګارد مخي ته ورغۍ اوبه يې ويل:
ميلګيرو ستلۍ مشۍ!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
هورا هورا هورا ( دا وه اشاره . . )
بيا چي اوله (عبوري) اسلامي سوه دوه مياشتني جمهور ريس به دګارد مخي ته ورغۍ او له لوی سلامي وروسته به يې وويل:
اسلام عليکم!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
واعليکم . . . ( دا و ادب )
بيا چي دوهمه اسلامي سوه دايمي ريس به له خپلي څوکۍ سره د ګارد مخي ته ورغۍ او د لوی سلامي وروسته به يې په خواشينۍ ويل:
ولونو ستلۍ مه شۍ!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
مقاومت مقاومت مقاومت ( دا وه مشوره )
بيا چي اسلامي آمريت سو د ګارد غړو چي به آمر اسلامي وليد د هغه پسي يې ځغستله او ﻻسونه يې ورمچوله او هغه به په لونګيويو ﻻس ور تېراوه ( دا و ادب )
او بيا چي ولس مشر وټاکل سو هغه چي به د ګارد و مخي ته ودريد چورتي به سو چي په کومه ژبه دا د اړيړې غوړپ تير کړي
ګارد به په يوه سلا ورباندي ږغ کړل:
آر يو فاين ؟!
ده به په وارختايي ځواب ورکړ:
يس فاين ، خوب، يخشې . . . ( دا و د ژبو پرکتيس )
- اوس اجازه راکړه لږ وژاړم
- ته صبر وکه زه لږ فکر وکړم آر يو.. نه،نه .زما په خيال دا خوب يې په پښتو دی!
- هغه خوب نه دی، هغه خوب ( ښه) دۍ، ولاکه يې يا فاين په پښتو وي يا هم خوب..
اجازه راکه زړه مي ډک دي چي لږ وژاړم!
- ته ودريږه وايي کار روان دی د پښتو نوم تبديلوي چي هغه توشيح سو بيا به يو ځای وژاړې!
- ته هم ښه وايي حيف دی چي دا ګراني اوښګي دوه واري توی کم خير لږ صبر به وکم . ( دا ده د اوښکو سپما )
",لوی سلامي
3449,,"
١٣٨٤ غويی ٢٠
دافغانستان جمهورریس وايي هغه کسان چي په تروریستانواوالقاعده پوري تړلي دي پخپله هم په هیځ حالت کي را نشي ځکه ددوی لپاره هیځ ځای نشته خو. . . هغوکسانوته یې ښه راغلاست ووایه کوم چي نه غواړي دهیوادپه ضد ناوړه استفاده ورڅخه وشي اوغواړي په قانوني ډول په خپل هیوادکي ژوند وکړي ښاغلي جمهورریس وویل دصبغت الله مجددي په مشرۍ دسولي اوپخلایني ملي اوخپلواکه کمیسیون هځه کوي په افغانستان کي دسولي اوثبات دټینگیدو لاري وڅیړي .
ددوشنبې په گهیځ دسولي اوپخلایني دخپلواک کمیسیون مشر صبغت الله مجددي دطالبانومشرملاعمراودحزب اسلامي دگوندمشرگلبدین حکمتیارپه گډون په ټولو مخالفانوهیوادته دراستنیدواودسولي ثبات له بهیرسره دیوځای کیدو غږ وکړ.
دافغانستان ولسمشردفرانسې دستراتسبورگ په ښارکي دخبروپه مهال که څه هم دگلبدین حمکتیاراویاملاعمرنومونه وانخیستل خو ویي ویل دبخښني دپروگرام وروستنی هدف دادی چي ټولوهغوافغانانوته چي غواړي په هیواد کي دسولي اوسیاسي پروگرام سره یوځای شي چانس ورکړي .
", په القاعده او تروريستانو پوري تړلي کسانو ته ځای نشته
3450,,"
٢٠ غويی ١٣٨٤
افغان ولس مشرحامد کرزی داروپاپارلمان ته وینا وکړه اوله اروپایی ټلوالي یې د دایمي همکاریواوعملي ملاتړ غوښتنه وکړه .
جمهورریس حامد کرزی دسه شنبی په ورځ دافغانستان په وخت په ځلوروبجو دفرانسې په ستراتسبورگ کی داروپا پارلمان ته دخبروپه مهال وویل :
( پداسي حال کي چي دراتلونکي لپاره داروپایي ټولني دنړیوالوژمنتیاوو په سرخبري رواني دي هیله لرم چي له افغانستان سره د ډیروکلونومرستي کول هیرنکړئ او دافغانستان په بیارغولوکي همکاري وکړي)
ده له اروپایي اتحاديي څخه افغانستان ته دایساف یانړیوالوسوله ساتوځواکونوله راستولو مننه وکړه خوویي ویل که څه هم تروریزم دیوه ځواک په بڼه ماتي خوړلې ولي پاتي شوني یې لاتراوسه هم دافغانستان سوله او کراري گواښوي .
ښاغلي جمهورریس اروپایي مشرانوته وویل موږ پتېیلي ده چي یوازي هغه وخت سیاسي او امنیتي پرمختگ کولای شوچي په اقتصادي برخه کي مرستي راسره وشي .
ولسمشرکرزي تینگاروکړ چي افغانستان دپرمختگ دیموکراسۍ او ثبات په لور تگ کي دامریکا دمتحده ایالاتو ملگروملتونو اونورو مرستند و یانو لاس نیوي ته زیات اړدی .
ده وویل
( نن ورځ افغانستان مرستي ته هغومره ضرورت لري څومره چی شپیته کاله وړاند ددوهمي نړیوالي جگړې دپای ته رسیدوپه مهال اروپا لرله
هغه مهال له گردي نړۍ ستاسي دملگرو اوږدمهالومرستوستاسي داسي ملا وتړله چي تاسي وکولای شئ خپل هیوادونه اوخپل ژوند بیاجوړکړی نن موږ دورته موقع غوښتنه کوواوله هغه څه چي له موږسره موکړی ستاسی منندوی یو)
ښاغلي کرزي دخپل حکومت په تیرو دریوکلونوکي دنویوافغانیو دچاپ ،تابتو نورمونودرامنځ ته کولو، په گمرکي اومالیاتي سیستم کي دنویواصلاحاتودرامنځ ته کولوله گاونډوایران پاکستان چین هندتاجکستان اونوري نړۍ سره د سوداگرۍ دپراختیایادونه وکړه چي دده په خوله ددې ټولوپه پایله کي افغانستان ته په ملیونو نوډالره عواید ورغلي دي .
ولسمشرکرزي داروپا پارلمان ته په خپلو خبروکي دافغانستان دنوي ملي اردو دشلوزرو نویو روزل شویو عسکرو چي په چټکۍ سره دهیواد تامین ته گومارل کیږي ، دبې وسلوکولو او ملکي ژوند ته دستنولودپروگرام په لړکي دکابو پینځو سوزرو وسله والودبې وسلوکیدواوداچي په سلوکي پینځه نوي درنې وسلې راټولي شویدي په اشاره کي وویل له دې ټولوپرمختگونوسره سره بیاهم ستونزی په مخ کي پرتي دي .
ولسمشرکرزي په اروپا کي ددوهمي نړیوالي جگړې دپای ته رسیدودشپیتمي کالیزي په لمانځنوکي دگډون لپاره اروپاته دڅلور ورځني سفرپه ترځ کي نن بروکسل ته ستون شو، نوموړی به هلته دناتوله لوی مشریاپ دی هوپ شیفر سره هم خبري کوي .
",ولسمشر کرزي اروپا نوو مرستو ته وهڅوله
3451,هشمت الله ساحل - کندهار,"
١٣٨٤ د غويي ٢١مه ( هشمت الله ساحل – کندهار )
د کندهار شاه حسين هوتک افغان_ترک لېسې ساينسي نندارتون
د كندهار شاه حسين هوتك افغان_ترك ښوونځۍ د خپل علمي بهير د پرمختګ په لړيو كي د غوايي پر اتلسمه يو درې ورځنى ساينسي نندارتون پرانيست، نوموړي نندارتون د ساينس پنځه بېلي څانګي درلودې چي عبارت له :(فزيك،كيميا،بيولوژي،رياضي،كمپيوټر) څخه وې.البته د دې نندارتون د موادو او سامانو په برابرولو كي د كابل او مزار شريف د ښوونځيو د لابراتوارو څخه مرسته شوې وه.
. خو د نندارتون د تجربو وړاندي كېدل د خپلي ښوونځۍ د زده كوونكو له خوا د ښوونځۍ د ښكلي ودانۍ د لمړي پوړ په پراخ دهلېز كي تر سره كېدل. نندارتون ټولټا ل دوه پنځوس تجربې په بېلابېلو څانګو كي درلودلې.
د دې نندارتون لړۍ درې ورځي د سهار د اتو بجو څخه بيا د غرمې تر دوولسو بجو پوري روانه وه چي هره ورځ يې د بېلابېلو كسانو لپاره ځانګړې شوې وه، لمړۍ ورځ يې د ښوونځيو مديرانو و ښوونكو، مشرانو، رئيسانو،په كندهار كي بهرني كونسلستانو او لوړ پوړو چارواكو ته ځانګړې شوې وه، دوهمه ورځ يې د ښوونځيو و پوهنتون زده كوونكو او دريمه ورځ ديې عامو وګړو لپاره ځانګړې شوې وه.
د لمړۍ ورځي د پرانستو په مراسمو كي د مشرانو له يوازي ښاغلي ډاكټر صاحب طارق رشاد او د پوهني پخواني رئيس ښاغلي شعيب وفا صاحب ګډون وكړ چي ورپسې ناوخته د بهرنيو چارو رئيس او د خارجي موسسو دوه تنه استازي هم راغله د بهير څخه يې ليدنه وكړه، او زدكوونكو خپلي تجربې او ساينسي كمالات ورته تشرېح كړل.
ا لبته د لمړۍ ورځي د بهير تر ورستيو شېبو پوري ښاغلى ډاكټر صاحب طارق رشاد د زده كوونكو سره په پوښتنو و خبرو اترو بوخت وو. د بهير په پاى كي مي د ښاغلي رشاد صاحب څخه غوښتنه وكړه چي د دې نندارتون پر ارزښت او د بهير پر څرنګوالي راته خپل نظر څرګند كړي.
ښاغلي رشاد صاحب نوموړى اقدام د كندهار د ښووني و روزني د پرمختګ په بهير كي يو ډېر ستر او ارزښتناك و بلى او د دې ډول نندارتونو اغېزې يې د زده كوونكو د علمي سويې په لوړولو كي بنسټيزي لاري و بللې. خو رشاد صاحب د بلل شوو چارواكو او مشرانو څخه ګيله څرګنده كړل چي د نندارتون په بهير كي يې ګډون و نه كړ او د ځوانانو د تشويق لپاره پاملرنه نه كوي. او له تركانو څخه يې ډېره مننه وكړه چي زموږ د هيواد د بچيانو په روزنه كي يې ډېر زيار ايستلى دى.
د لمړۍ ورځي د بهير په هكله د ښوونځۍ تركى مدير ښاغلى عبدالقادر(اكته) هم ډېر ناخوښه برېښېدى او د افغان چارواكو و مشرانو د نه پاملرني څخه ډېر خواشينى وو.
خو د نندارتون د بهير دوهمه ورځ په ښه گڼي ګوڼي پيل شوه. ما هم د پيل سره سم ځان خپلي ښوونځۍ ته راورساوه شاو خوا مي د كندهار د بېلابېلو ښوونځيو و زده كوونكي، مديران،ښوونكي او د پرون يو نيم بلل شوي ميلمانه هم تر سترګو شول. د دوهمي ورځي د بهير د ليدو لپاره د ښووني و روزني راتلونكى ټاكل شوى رئيس ښاغلى حيات الله رفيقي، د كند هار امنيې كومندان ښاغلى ايوب سالنګي، د هيواد تكړه هنرمند او ډايريكټر ښاغلى عبدالواحد نظري او يو نيم نورو مشرانو هم گډون درلود چي د بهير د بېلا بېلو برخو څخه په ډېر ذوق ليدنه كول.
د دې لپاره چي د كندهار امنيې كومندان و پوښتم چي د يوه نظامي شخص په توګه د دې ډول نندارتونو او ساينسي پرمختګونه ارزښت څه ډول ازريابي كوي؟ په داسي حال کي چي ويل يې ډېر پرې ناوخته دی ، زما پوښتنه ځواب کړه .
ښاغلي كومندان صاحب په دې هكله لومړى ډېره خوښي څرګنده كړه، او ارزښت يې بې سارى و ګڼى، د ښوونځۍ د تركي مدير څخه يې ډېره مننه وكړه او ژمنه يې وكړه چي د هري مياشتي په پاى كي به د ښوونځۍ د زده كوونكو سره ليدو ته راځي.
د كندهار راتلونكى پوهني رئيس ښاغلي رفيقي صاحب څېره هم ډېره روښانه او خوښه برېښېده او د كندهار د ښووني او روزني په برخه كي يې دا يو ستر نوښت و بلى.
د دوهمي ورځي له بهير څخه د لېسې مدير تر پرونۍ ورځي لږ خوښ برېښېدى.او په همدې ډول د غرمې پر دوو بجو د دوهمي ورځي بهير هم پای ته ورسېدى.
د نندارتون د دريمي ورځي بهير د تمي خلاف تر پرونۍ ورځي په زياتي ګڼي گوڼي پيل شو، لكه څنګه چي ټاكل شوې وه چي د دريمي ورځي ننداره به د عامو وګړو لپاره وي خو بياهم د ځينو ټولګيو زده كوونكي بيا راوبلل شول او همدا ډول د كندهار نرسنګ يا (منځني طب) ښځينه زده كوونكي هم را وغوښتل شول. دا چي بيولوژي د طبي زده كړو يوه برخه جوړوي او زده كړي يې نه يوازي تيوري بلكه عملي هم بايد تر سره شي خو د هغو دا لمړى ځل وو چي د بيولوژي اړوندي تجربې يې ليدلې او پر څېرو يې د خوښۍ او مايوسۍ څپې تلې و راتلې.
همداډول د دريمي ورځي په ننداره كي عامو نالوستو وګړو هم د نندارتون د بهير د ليدلو څخه ډېر خوند اخستى ځكه د بيولوژي د تجربو څخه فشار كتل، د نيكوتين تاواونونو، د كمپيوټر د څانګي تجربې او فزيك كي د پريسكوپ او په هوا كي د ګين ( ټوپ ) درول، په كيميا كي د كيمياوي موادو چاودني تجربې ورته ډېري په زړه پوري وې او پر دې تجربو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه وه كه څه هم زده كوونكو به تشرېح وركړل خو دوى تر تشرېح تجربه ډېره په زړه پوري وه. زده كوونكو ويل: موږ د تجربې په هكله تشرېح وركړو خو په پا ى كي بيا وپوښتي چي دا پايله يې ولي داسي وشول. داولي داسي كېږي.
د پوهنتون محصلين او د ښوونځيو زده كوونكي ډېر خوشحاله برېښېدل او له خپلو مشرانو څخه يې غوښتنه درلوه چي دوى ته هم همدا ډول اسانتياوي په لاس راوړي او په همدې ډول د دريمي ورځي بهير هم په ډېري خوښۍ پايته ورسېد .
د راپور جوړونکی : هشمت الله ساحل – کندهار افغانستان
",په کندهار کي درې ورځنی ساينسي نندارتون جوړ شو
3452,د بابوزي لیکنه,"
د بابوزي په قلم
ما د تير کال په اړه د کال ارزوني په دود يو لنډه ليکنه کړي وه ، هغه ليکنه يوشمير دوستانو لوستي او بيا يې خپل اندونه راسره شريک کړل ، له هغو څخه يوه خبره دا وه چي ما د تير کال ارزوني په لړ کي د کال تر ټول عجيبه ټاکنه ( مقرري ) د ښاغلي اسماعيل خان ښودلې اود کال تر ټولو ښه ټاکنه مي د ښاغلي مجددي ، ياده کړي وه . ( د هغې ليکني سر ليک : د نوي کال دمبارکيو دود )د ښاغلي اسما عيل خان د مقررۍ عجيب والۍ به وروسته را ښکاره شي ، خو سمدستي د ښاغلي مجددي د ټاکني ښه والۍ دادۍ چي اوس اوس را برسيره کيږي . تيره ورځ د ښاغلي مجددې له خوا د ملي روغي د پلي کيدو په لړ کي هغه کرښه ليري شول چي د يوشمير کسانو د نه منلو لپاره جوړه شوې وه . زما په اند تر ټولو خبرو وړاندي د دې ډول پريکړو بيله ځنډه منل زموږ د هيواد داولس اوملي ګټو سره سمون لري ، د دې کرښي ليري کول په دې ارزښتمن نه دي چي سولي ته په رابللو کي يې د يو څو تنو نومونه را ياد کړل ، بلکي د دې وينا ارزښت په دې کي دۍ چي د ملي ګټو پر بنياد يې د استثنا کرښه ليري کړل . د دې وينا منطق پردې ټکي ولاړ دۍ چي : د انسانانو تر منځ د سياسي ، اقتصادي ، عقيدتي او جغرافيايې او دې ته ورته نورو داسو کرښو منځ ته راوړل چي پر بنسټ يې د يوالي او پيوستون ممانعت او مخنيوۍ وشي ، د انساني ارونو او انساني جوهر سره ډه ډه نه لګوي . د دې لپاره چي په هيواد کي د جګړي لمبې لږ او يا له سټي ورکي شي ، ښايې ټول هيوادوال د هر هغي وينا او وړانديز هر کلۍ وکړي چي پر بنسټ يې د هيوادوالولپاره د امنيت او هوسائي ډاډمن چاپير يال منځ ته راځي .څوک په هيواد کي سوله غواړي ، او څنګه سوله غواړي دې پوښتني ته جواب دوې برخي لري يو ه برخه يې داده چي ټوله هيوادوال سوله غواړي ؛ دويمه برخه يې داده چي په ټولو کي بيا يوشمير د خپلو ګټو سره سوله غواړي .د دې دوو ډلو بيلوالۍ د هغو ۍ په سياسي او عقيدتي موقف کي تر لاسه کولای شو . لومړۍ برخه د هيواد هغه عام اولس دۍ چي د جګړي لپاره وسيله ګرځي او يا د سياسي رقابتونو قرباني کيږي . هغوۍ بيله شرط او بيله کومي غوښتني د جګړي پای ته رسيدل غواړي . دا عام اولس چي کله ناکله د خولې پټي اولس ( ملت خاموش ) نوم هم ورکول شويدۍ ، نه يوازي د اوسنيو جګړو قربانيان دۍ بلکي له بده مرغه د هيواد په تيرو شل پنځه ويشت کلن بحراني سياست کي پر اورونو وريت شوي سوځيدلي او مړه شويدي . همدا عام اولس وو چي د انقلابي په نوم د جګړي سنګرته وليږل شو او د شهادت وروسته يې د کورنۍ لپاره غمخور ، لاس نيونکۍ او وارث پيدا نه شو . همدا عام اولس وو چي د مجاهد په نوم د روسي توپ په لمبو وسوځل شو ، خو ديتيمانو سره يې د ژوند د درانه پيټي سره هيچا ملګرتوب ونه کړ ، يو شمير د جهاد تاجرانونه يوازي داچي د هغو شهيدانو يتيمان يې ونه ساتل بلکي د جهاد څخه د لا زياتي ګټي لپاره يې د نورو عامو خلکو ويني توۍ او د ځانونو لپاره يې په هغو سرو وينو سرې بنګلې جوړي کړې . د هيواد يوشمير مظلوم وګړي څه د طالبانواوڅه د ائتلافيانو په نوم د مرګ خولې ته ورکړه شول ، د هيواد دا خوار او ربړيدلۍ اولس د هيڅ شرط پرته سولي او ملي روغي جوړي هر اړ خيزه ملاتړ کوي .هغه کسان چي د سولي او ملي روغي جوړي ته شرطونه ږدي هغه هم په دوو برخو ويشل کيږي ؛ لومړۍ هغه کسان دي چي د خپل ژوند ناروانعمتونه او مصنوعي مشرتوب په خړو پړو او جګړه ايزو خوځښتونو کي ويني ، هغوۍ چي د شهيدانو پر اخلاقي او مالي حقونو يې يرغل کړۍ، هغوۍ چي نه ده چا دژوند پروالري او نه دچا دمرګ، يوازي خپلو ناروا ګټو ته يې پام دۍ . دويمه ډله هغه کسان دي چي د خپل صلاحيت او واک څخه د بهرنيانو په وسيله بي برخي شويدي . هغوۍ ته يوازي د خپلو ملاتړکونکو بهرنيانو مرضی او مشوره د پام وړ ده . نو هغه کسان بيا د خان نوکران دي نه ده بانجاڼ ؛ ځکه د سولي او امن خبري د پرديو په کاڼو تلي . يوه بله خبره هم د يادولو ګڼم او هغه دا چي دا ملي روغه جوړه کيداسي چي د يوه داسي شعار په توګه پاته شي چي پلي کيدل يې نه د هغوۍ زړه غواړي چي د طرحي په توګه يې وړاندي کوي او نه د هغو ۍ چي د طرحي په توګه ورته اورول کيږي . زما باور دادۍ چي د اولس او ملت غوڅ دريځ کولای شي ، ټولي هغه خواوي چي د روغي جوړي سره مخالفت کوي رسوا او له خپل باوره محروم او منزوي کړي . په درنښت ",د ملي روغي جوړي بهير( څوک يې غواړي او څوک يې نه غواړي )
3453,,"
د غويي ٢١مه - ١٣٨٤
کابل: ولسمشر حامد کرزي چې دا ګړۍ د اروپا په سفر بوخت دى د جلال اباد د نن ورځې خونړيو پېښو ته په غبرګون کې ويلي چې دا د ډيموکراسي نښه ده. خبريالانو ته په يوه غونډه کې په بروکسل ښار کې کرزي له هغه ورسته وينا کوله چې په جلال اباد کې لږ تر لږه څلور کسان د امريکايانو په وړاندي په يوه له تاوتريخوالي ډک لاريون کې ووژل سول او په لسګونو نور ټپيان سول.
وروستي راپورونه وايي چې په جلال اباد کې په سلګونو د پوهنتون زده کوونکو د امريکايي سرتېرو دهغه ګام په ضد نن سهار لاريون وکړ چې په کيوبا کي يې د ګونتانامو په زندان کې د قران شريف سپکاوى کړى. د Newsweek ورځپاڼې په دې وروستيو کې داسي راپور ورکړى و چې امريکايي سرتېرو په ګونتانامو کې د قرآن کريم يوه نسخه په ټټۍ کې ددې لپاره واچوله چې مسلمان بنديان په غوسه کړي. د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې امريکايي چارواکو وويل چې که داسي پېښه سوي وي دا به ډېره لويه قانوني تېروتنه وي.
په جلال اباد کې پرون هم يو ستر لاريون ترسره سو.
خو د نن ورځې په لاريون کې مرګ ژوبله هغه وخت پېښه سوه چې پوليسو په مظاهره چيانو ډزې پيل کړې او په ځواب کې لاريون کوونکو په دوى تېږي واورولي او د ملګرو ملتونو او څو نورو بهرنيو موسسو دفترونو ته يې اور ورته کړ. ويل کېږي چې د پنځوسو په شاوخوا کې کسان په دې پېښه کې ټپيان دي. د جلال اباد په کوڅو کې اوس امريکايي ځواکونه په ګزمو بوخت دي چې امنيت وساتي.
ولسمشر کرزي د خوښۍ په لهجه وويل چې دا چې نن مظاهره چيان خپل اعتراض په ښکاره توګه ښيې دا د ډيموکراسي څرګندونه کوي، خو د پېښي په اړه يې د خپګان يا غندني څرګندونه ونه کړه.
په عين حال کې په خوست، ميدان وردګ، کندهار او لغمان کې هم نن لاريونونه ترسره سوي دي.
", لاريون مرګ ژوبله او وراني رامنځته کړه
3454,حبيب الله غمخور - سويډن,"
١٣٨٤ د غويي ٢٢ ( ليکنه حبيب الله غمخور - سويډن ) د انځورونو ټاکنه ( احسان )
پدي ورستيو کې په امريکا کښې په خپر ه شوي نشريي Newsweek کښې يو خبر خپور شو چي دکيوبا دگوا نتاناموپه زندان کې بنديانو ته دروحي شکنجي دورکولو په خاطر داسلام دمقدس دين سپيڅلي کتاب قران عظيم الشان سره سپکاوی شوی .
دا خبر ډير ژر دنړۍ په مطبوعاتو کي خپور شو لمړۍ غبرگون د ژورنالستانو سره په يوه مرکه کښي دافغانستان داسلامي جمهوريت دستري محکمي ښاغلي رئس مولوي فضل هادي شينواري ښکاره کړ ،او ويي ويل چي (( داکار اسلام ته سپکاوۍ دی ما دامريکا سفير ته تليفون وکړ خو هغه امريکا ته تللي ،زه به کوښښ وکړم چي ددي مسلي سپيناوۍ وکړم که دا کار رښتياهم شوی وي موږ به دا په کلکه وغندو....))ازادي راډيو.
له هغه نه وروسته نن دا دوهمه ورځ ده چي دجلال آباد په ښارکي محصلينو په لار يون لاس پوري کړ،لمړی ورځ دالاريون سوله ايز و،نه پو هيږو چي څه پيښه شوه ؟ چي په دا بله ورځ يعني نن بيا زموږ سپيڅلي اواحساساتي ځوا نو محصلينو سهار وختي پر اتو بجو يو په يوه په بل لاريون لاس پوري کړ اودلار يون څخه داسي گټه واخيستل شوه چې دجلال آباد په ښار کي دولتي او غيري دولتي ماڼيو ته اور واچول شو او ځينې دوکانونه چور شول ، دبي بي سي دخبر په اساس پنځه نفره مړه او تر اويا (۷۰) نفرو زيات زخمي شوي دي .
سوال پيدا کيږي :
١_ تر اوسه دا ثابته شوې نده چي دا کار شوی او که نه ؟ زما په عقيده دمولوي صاحب شينواري لمړنۍ مرکه چي خپره شوه د دغه توطي دشروع لپاره د عمده عامل په توگه ښه گټه ځيني پورته شوه . لازمه داوه چي هغه بايد لمړۍ دمسلي سپيناوۍ کړۍ واي وروسته له هغه دولسمشر او کابيني سره په مشوره لکه چي په نړيوالو اړيکو کښي مامول دی دبهرنيو چارو دوزارت له لاري قرانکريم ته دداشان سپکاوي او بي حرمتۍ پر ضددخپل ولس او دولت غبر گون ښکاره شوی واي . په دولت کي هر چارواکۍ بايد ځانته دا حق ورنکړي پر خپل سر هر څه چي يې زړه وغواړي دبل هيواد په اړوند اعلان کړي که داسي حق هر يوه چارواکي ته ورکړه شوی وي دا پدي مانا ده چي په دولتي اداره کي دتيرودوکلو پشان دقانون پر ځاي شخصي ارادي مسلطي دي .
٢_ پر ټولو مسلمانانو دا فرض ده چي دخپلو ديني مقدساتو څخه دفاع وکړي .
ولي ددفاع شکل او شيوه فرق لري ،لاريو ن او دخپلو مقدساتو څخه ددفاع په هکله دغبر گون ښکاره کول پداسي شکل چي ملي شتمنيو او هر څه ته اور واچول شي او چپاول گرو ته دچور زمينه برابر ه شي ضرور نه بريښې .
داسي معلوميږي چي ددموکراسی دښمنانو د موقع نه په پوره استفادي سره دوخت او موضوع څخه په زيات مهارت گټه اخيستنې سره وکړاي شوه زموږ دپاکو احساساتو څښتن ځوانان بيله دينه چي فکر وکړي چي ايايوازي موږ مسلمانان يو ؟ دا نږدي دوه مليارده مسلمانان څه کوي ؟ داسلامي کنفرانس غړي هيوادونه ،دعلماو شورا گاني او په افغانستان کي هغه چي ويل يي موږ داسلام لپاره جنگيږو ولي چوپه خوله دي ؟ هغو ولي مظاهره نه کوي؟ قرانکريم دنړۍ دټولو مسلمانانو لپاره مقدس کتاب دی . ددغو اسلامي هيوادو دولتي چارواکي او دعدليي وزارتونه څه نظر لري ؟ او دا څوک دي چي ځوانان دا ډول لاريونو ته هڅوي ، دولتي ودانيو او يادهغو هيوادو دمرستي رسولو موسسو ته اور واچول شي کوم چي له افغان ولس سره مرسته کوي ،که چيري ددغو هيوادو له مرستو سره موافقت موجود نه وي ؟ زماپه اند ښه خبره داده چي له ښاغلي کرزي او ملگرو ملتو له سازمان څخه غوښتنه وشي چې دافغانستان سره خپلي ټولي اړيکي پرې کړي .بيابه هغه دطالبانو توره دوره او دجهادله نامه څخه په ناروا گټه اخيستني سره هر څه له خاورو سره خاوري شي . دقدرت پر سر به کور په کور جنگ اوهيواد به يو ځل بيا دبدبختي په بهر کي لاهو شې . پدې بايد ټول ښه پوه اوسو که دا ځل نړيوالو له افغانستان او افغانانو څخه مخ واړاوه حالات به له کنټروله داسي ووزي چي د۱۹۹۲ کال په پاکستان کي دجوړشوي حکومت او تنظيمنو تر منځ دواک دتر لاسه کولو پر سر جگړي به په سترگو پوري رانجه کړو.
سياسي څيړونکي دا سي فکر کوي چي پدغه لار يون کښي هدف داسلام دمقدساتو څخه دفاع نه بلکه هغو ډلو چي په اوسنيو شرايطو کښي ددوي لپاره څنگه چي يې دوي غواړي حالات مساعد ندي غوښتل دداشان موقع نه په استفاده دځوانانو پر پاکو احساساتو سياسي تجارت وکړي او افغانان په ځانگړي توگه پښتانه يوځل بيا بد نام کړي .
جالبه او دسوال خبره داده چي دا شان لاريونونه په کندهار ،خوست ، لغمان ، شينوارو اواسعد آباد کښي تر سره شوه چي له نيکه مرغه هلته چارواکو دهر ډول خپل سريو مخه ونيول او په خوست کي خو بيا محصيلينو خپله دخپل لار يون دتنظيم لپاره بند وبست کړۍ و که څه هم دامريکا بيرغ ته يي اور واچاوه چي دا لويه تير وتنه ده ځکه دامريکا بيرغ دامريکا دولس ملي سمبول دۍ او پدي کار کښي که خداي نخواسته شوۍ هم وي ټول امريکايان مسوليت نلري ، هغه څوک چي غواړي افغانستان دا ځل دسليبي جگړواو يا دمذهبو او اديانو تر منځ ددښمنۍپه ډگر بدل کړي تلاش کوي دداشان خبرو نه په استفادي سره دافغانانو احساسات راوپاروي. دالقاعدي سازمان او بن لادن يو ځل موږ دغلامۍ تر سرحده ورسولو نور بايد ونه غوليږو ، موږ په خپل هيواد کښي پر ملي او ديني ارزښتنو باندي دتيرې پر ضد ددفاع مسوليت لرو په دې ټينگ باور لرم چي ددغه حرکت تر شابه بياهم دبهرنيانو او دهغو دلاس پوڅو سياسي ډلو ټپلو لاس لنډ نه و .
هغوي د ننگرهار دا دښمن دسترگو په خار ښار کښي د خپلو سياسي کرغيړنو موخو دپوره کولو لپاره دځوان نسل له پاکو او سپيڅلو احساساتونه په پوره گټه اخيستنې سره وتوانيدل ملي شتمني او دافغانانو پاک احساسات دخپل سياسي تعصب او کينې دښکاره کولو قرباني کړي .
پنځه هغه ځوانان چي مور او پلار يي ددوي راتلونکي ته سترگي په لار وه او د ربړونو په گاللو سره يې هغو ي تحصل ته هڅول له بدمرغه دوطن ددښمنانو دشومو حوسونو قربانيان سول . ددوي روح دي ښاد وي . دافغان په کور بيا دغم کمبله وغوړيده دهغوي خپلوان او ټول افغانان دادۍ يو ځل بيا دخپلو غوليدلو زلمو دوير پر ټغر کښينستل .
زما مشوره دهيواد ځوان نسل ته ديو افغان په توگه داده چي غښتلۍ او پر وطن مين افغانان اوسۍ په پاک افغانې او اسلامې احساس دوطن ابادۍ ته ملاوتړی . ستاسو لپاره دا کار هغه وخت شونۍ دې چي تاسو ځوانان تحصيل وکړۍ ،پوهه تر لاسه کړی ،خپل دوست او دښمن دعلمي پوهي په رڼا کښي وپيژ نۍ . ستاسو ملي دنده دپوهي تر لاسه کول دي ،زموږ هيواد پوهانو او عالمانو ته زښت زيات ضرورت لري ،ښه به دا وې چې دخپل حق ،عقيدې او غوښتنو څخه دکوتک او هر څه دويرانولواو سوځولو پر ځاي له منطقو او پوهي څخه کار واخيستل شي . هر هغه څو ک چي يو ځل بيا زموږ اولس او په ځانگړي توگه ځوان نسل داسي حرکتونو او کړنو ته هڅوي کوم چي پايله يې وراني او انسان وژنه وي زموږ دولس دوستان نه اوځوان نسل به په دهيواد کښي ددموکراسی او ارامۍ دښمنانو د ارزوگانو قربانيان بولم .
زه پداسي حال کښي چي ددوي مرگ لويه ضايع بولم يو ځل بيا دخپلو گرانو شهيدو زلمو روح ته دعا ليږم او دلوي خداي له دربارنه دوي ته دبخښي هليه کوم او دکورنيو پاتي کسانو ته يي صبر غواړم .
د څو تېرو ورځو د خونړيو لاريونونو انځورونه
دجلال اباد خونړی لاريون
د لوګر ولايت لاريون په انځورونو کي
په کابل کي لاريون
",د جلال ابادپه خونړي لايون کي د تنکيو ځوانانو قاتلان څوک دي ؟
3455,اصلزئ,"
غزل
لکه شبنم چه سهارلمرواخستو-
داسې مې زړه رانه دلبرواخستو-
دباڼوغشی ئ وؤراول راباندې-
ده وينوڅاڅکومې ځيګرواخستو-
زه ئې په ديدن پسې کوڅې لټوم-
دې ايجاره باندې ګودرواخستو-
ماويلې يوزه ليونۍ ده غروشوم-
دې ليونيانوخوټول غرواخستو-
ده ګلو ډکه مې زولئ وه ورته-
دې پکښې ګل دصنوبرواخستو-
په يوه کوڅه کښې سره لروبرشوؤ-
دې<اصلزي>بخت چه أجل واخستو-
١٣٨٤-٢-١٨ ",غــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
3456,,"
ګوربت فرهنګي ټولنې پتېيلې چې د نوماند ژورنالېست، ليكوال او څېړونګى استاد عبدالجليل وجدي په وياړ د ګوربت ځانګړې مل ګڼه ډېر ژر خپره كړي. ټول هغه ليكوال، شاعران، ژورنالېستان، څېړونكي او د استاد مينه وال چې د ارواښاد په اړه شعر، خاطره، ليكنه، همدردۍ پيغام لري، هيله ترې كېږي چې د ګوربت په پته يې ولېږي.
برېښناليك:gorbatco@yahoo.com
پوستي پته:
پوست بكس ۲۷۸
كابل افغانستان
دغه ځانګړې ګڼه به ډېر ژر خپره شي، نو هيله ده چې څومره ژر كېداى شي، له ګوربت سره اړيكي ونيسئ.
د استاد په نامه يو ويباست هم جوړو. دغه برېښنا پاڼه به په پښتو، دري، او انګريزي ژبو د استاد د ژوند او خدمتونو په اړه ځانګړې خپرونې ولري.
د وېباڼې پته:
www.wajdee.com ",د ګوربت مطبوعاتي خبرتيا
3457,بشارت,"
١٣٨٤ د غويي ١١مه ( بشارت ) کابل
که څه هم چې نړيو ال سياست ډير پيچلى بريښي ، په مخ او څټ يې تر ډير ه سړى نه پو هيږ ي خو په افغانستان کې بيا سياستونه او تګ لارې ډير ې ژر بربنډ يږ ي .
د صبغت لله مجددي سپيڅلى او پاک زړه خو هر چا ته معلوم دى او ډير هيوادوال ورته احترام لري ، خو هيوادوال مو په دې هم ښه پو هيږ ي چې ږير ه زما ،واک يې دملا .
مجددي صاحب هم په رښتيا چې له خپل هيواد سره مينه لري ا و دهيوادوالو دهوساينې په لټه کې دى او هڅه کوي چې په يو ډول په هيواد کې دجنګ او جګړو مخه ونيسي خو دا سپين ږيرى مشر نه قوه لري، نه ځواک ، نه واک او نه شاته تقويه کونکي ، نه يې څوک خبره مني او نه يې څوک غږ اوري .
نوموړي ته چې هر کله دخبرو کولو مهال په لاس ورغلى نو خپل دروغې او جوړې غږيې پورته کړى او له وخت څخه يې ګټه اخيستې .
داچې څوک يې غږ اوري او که نه او يايې څوک خبره مني که څنګه نو هغه دحکومت او خلکو کاردى .
مجددي صاحب دغويي په ٢٠مه په يوه خبري کنفرانس کې په ډاکه څرګنده کړه چې دطالبانو داسلامي امارت مشر ملامحمدعمر او دحزب اسلامي دتنظيم مشر انجينر ګلبدين حکمتيار يې دصلحې او پخلانې دملي کميسيون له مخې اوددولت او ائتلافي ځواکونو له مشورې يې وروسته ددغو دواړو مشرانو په ګډون ددولت ټولو مخالفينو ته دعمومي بښنې وړانديز کوي چې هغوي دې له جنګ او جګړې څخه لاس واخلي او له دولت سره دې يو ځاى شي .
مجددي دهغه خبريال دپوښتنې په ځواب کې چې ددغو کسانو نومونه خو دامريکاپه تورليست کې ليکل شوي وه نو اوس څنګه دوي دبښنې وړوګرځيدل ؟ په ځواب کې وويل چې سياست په وخت سره بدلون مومي نو اوس ددولت او افغانستان سياست بدلون موندلى دى نودوي کولاى شي راشي او په ډاډسره ژوند وکړي .
په دې خبري کنفرانس کې مجددي له خبرو داسې معلوميده چې نوموړى ورخطا ، جدي او آن په لاسونو غږيده چې سړي فکرکولاى شواى نوموړى به وروسته په خپلو خبرو منکراو پيښمانه شي او داخبره بيا په بل ډول تعبير کړي ، ځکه چې نوموړى بې چاره خو ښه غږيده خو ...سړى نه پوهيږي چې دپردې شاه ته دچا لاس دى او ايادمجددي خبره عمر لري او که به له ستوني ونيول شي .
دمجددي صاحب له دې خبري کنفرانس څخه پوره نيم ساعت پژواک خبري آژانس دائتلافي ځواکونو له وياند سره دمجددي دخبري کنفرانس په دې خبرې سره چې ملاعمر او حکمتيار يې ددولت او ائتلافي ځواکونو په مشورې سره بښلي ، مرکه وکړه چې دائتلافي ځواکونو وياندوويل چې دمجددي خبرې غلطې تعبير شوي .
چې ددې راپور په خپريدو سره دمجددي صاحب بېواکي نوره هم ښه څرګنده شوه او دامانا يې ورکړه چې مجددي صاحب زړه خو ډير څه غواړي خو که يې څوک خپلې خوښې او واک ته پريږدي .
دمجددي صاحب داوينا دمطبوعاتو دازادۍ او نوې ټکنالوژۍ له بر کته دسترګو په رپ کې دافغانستان څخه برسيره دټولې نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسيده او په همدومره تيزوالي سره دنړۍ په بيلابيلو ژبو وژباړل شوه ، چې دانکار کولو په کې هيڅ پاتې نه شول .
خلک په دې هک پک شول چې مجددي صاحب څومره غټ جرئت وکړ او څومره دواک خاوند شو ، خو خبرنه و چې مجددي صاحب يوازې وايي او بيا ور پسې ګرځي نه .
دمجددي په دې يو ناڅاپي بښنې باندې په هيواد کې مثبت او منفي غبر ګونونه را څرګند شول او دمطبوعاتو له پاره يې دلنګې غوا بڼه غوره کړه .
عمر دومره ژر تيريږي چې سړى هيڅ پرې نه پوهيږي دمجددې صاحب له دې کنفرانس څخه يوازې يوه شپه تيره شو ه او په سبا ته يې بيا مجددي صاحب بل خبري کنفرانس جوړ کړ په هغه کې بيا ديوې ورځې مخکې هغو خبر يالانو ته چې يو شمير خبرنګارانو لادمجددي صاحب دلومړۍ ورځې دخبري کنفرانس خبرې لاله ټيپ څخه نه وې استخراج کړې بيا وويل چې دتيرې ورځې په خبري کنفرانس کې دده خبرې غلطې تعبير شوې وې ده ملاعمر او حکمتيار ته دبښنې اعلان نه وکړى دادولت او خلکو کار دى چې له هغوي سره څه ډول تګ لاره غوره کوي ؟
که څه هم چې دفکر او نظر خاوندان دنن او پرون په دواړه خبرو او سياستونو پوهيږي ، خو دمجددي دخبرو په دې بيخي لنډعمرخواشني دي او ده ته يې زړه په دې خوږيږي چې ددې سپين ږيري او مشر سړي غوږونه کوم ظالم تاو کړي دي چې دى بې چاره په خپلو کړو خبرو پيښمانه شو .
نو زموږ دهيواد والو زړه په دې خوږيږي چې موږ دومره بې وسي او اسيريو چې آن دسپين ږيرو غوږونه مو هم لاتر اوسه پورې پردي تاووي او په خوله يې ورته لاس ږدي .
که څه هم چې دطالبانو وياندلطيف الله حکيمي په خپل کور کې دوي ته بښنه دخندا وړعمل وګاڼه خو له هيواد څخه بهر په سفر تللي ولس مشر کرزي وويل چې دا دصلحې او پخلاينې دکميسيون يو وړانديز دى خو فکر نه کوي چې دطالبانو مشر به يې ومني .
خو دهيواد يوه سياسي مبصر دمجددي دلوموړي کنفرانس په لومړۍ ورځ وويل چې دا ددولت ، ائتلافي ځواکونو او دپخلانې دکميسيون دهم غږۍ پروګرام دى که له دې اعلان څخه وروسته حکمتيار او ملاعمر دې بښنې ته مثبت ځواب ووايه نو بيا به دولت او ائتلافي ځواکونه دپخلانې دکميسيون ددې بښنې داعلان ملاتړ وکړي او که دحکمتيار او ملاعمر له لوري ورته منفي ځواب ورکړل شو نو بيا به دادمجددي صاحب خپله پريکړه وګڼي چې اوس همداسې وشول ، مخالفو لوريو دبښنې دې اعلان ته نه يوازې داچې مثبت ځواب ونه وايه بلکې دطالبا نو وياندبياتر قيامته پورې دجهاد په کولو ټينګار وکړ . خواوس هغه خبره رښتيا وخته چې وايي تشه لاسه ته مې دښمن يې ، نو مجددي صاحب به اوس فکر کړى وي چې اى بې واکۍ ته مې دښمنه يې ، که نه نو ماخو خپله هڅه وکړه . نو اوس به ټولو ته څرګنده شوې وي چې دمجددي صاحب دخولې واک هم له ده سره نه بلکې له بل چا سره دى .
خو ليکنې ته به دپاى ټکى ددرويش دراني په دې شعر سره ږيږدو چې وايي:
بيلتونه داځل دې نو عمر دومره لنډشه چې زه
په لمن اوښکې پاکوم او جانان بيرته راشي
",ايا دمجددي صاحب خوله په خپل واک کې ده ؟
3458,عبدالاحد پيغام _ كابل,"